پارہ 28

سُوۡرَۃُ الۡمُجَادَلَۃِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هَیَ اثۡنَتَانِ وَ عِشۡرُوۡنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوۡعَاتٍ
سُورت مجادله پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې دویشت آیتونه اؤ درے رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
قَدْ سَمِعَ اللّٰهُ قَوْلَ الَّتِیْ تُجَادِلُكَ فِیْ زَوْجِهَا وَ تَشْتَكِیْۤ اِلَی اللّٰهِ١ۖۗ وَ اللّٰهُ یَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌۢ بَصِیْرٌ۝۱
بېشکه واؤرېده الله خبره دَ هغې ښځې چې بحث ېٔ کؤلو تا سره دَ خپل خاوند په حق کښې اؤ فریاد ېٔ کؤلو الله ته ف۱ اؤ الله اورېدو ستاسو سوال جواب، بېشکه الله هر څهٔ اؤری هر څهٔ وینی ف۲
ف۱: دَ اسلام نه مخکښې په عربو کښې دا رواج وهٔ چې کهٔ یو سړی به ښځې ته ووې تهٔ زما مور ېٔ نو هغهٔ به ورباندې دَ ټول عمر دپاره لکه دَ خپلې مور حرامه شوه نکاح به ېٔ ورسره بیا په هېڅ طریقه نهٔ شوه کؤلے ، دَ اسلام نه پس یو صحابی اَوۡس بنِ صَامِتؓ خپلې ښځې خَوۡلَه بنتِ ثَعۡلَبَه ته دغه شان ووې ۔ نو هغه ښځه ېٔ رسول الله ته په فریاد راغله ټول حال ېٔ ورته ووې ۔ حضور ورته وفرمائیل ماته دَ الله دَ طرف نه خاص حکم په دې معامله کښې نهٔ دے راغلے خو زما دا خیال دے چې ستا دَ هغهٔ سره نکاح ماته شوه اوس ستاسو کور هېچرې نهٔ شی جوړېدے ۔ هغه ښځه ډېره پرېشانه شوه کله به ېٔ دَ حضور سره بحث کؤلو چې یا رسول الله په دې وینا کښې دَ هغهٔ نیت دَ طلاق نهٔ وهٔ ۔ زما بچی خو به تباه شی۔ کهٔ دَ ځان سره ېٔ ساتم نو دَ ولوږې به مړهٔ شی اؤ کهٔ هغهٔ ته ېٔ پرېږدم نو هم دَ میرې مور دَ لاسه به په اور کښې ولاړ وی ۔ نو زهٔ څهٔ وکړم اؤ کله به الله ته په سوالونو شوه چې یا الله په ما رحم وکړه اؤ خپل حبیب ته داسې حکم راواستوه چې زما مشکل آسان شی ۔ نو الله تعالیٰ دَ هغې سوال قبول کړو اؤ دَ ظِهار دا آیتونه نازل شو۔
تنبیه: دَ امام اعظم صاحبؒ په مذهب ظهار دا دے چې بنده خپلې ښځې ته دَ (محرمات ابدیه) همېشه حرام ښځو ( لکه مور ، خور ، ترور وغېره) یو داسې اندام سره تشبیه ورکړی کوم اندام ته کتل چې دهٔ دپاره جائز نهٔ دی ۔ لکه وائی : اَنۡتِ عَلَیَّ کَظَھۡرِ اُمِّیۡ (تهٔ په ما داسې ېٔ لکه دَ خپلې مور شا) دَ ظِهار ټول احکام دَ فِقهې په کتابونو کښې کتل پکار دی۔
ف۲: یعنی الله تعالیٰ خو هر څهٔ وینی اوری نو کومې خبرې چې ستا اؤ دَ دې ښځې وشوې دا به ېٔ ولې نه اورېدے نو دَ دې مصیبت زده ښځې فریاد ېٔ واؤرېدو اؤ داسې لار ېٔ ورته وښودله چې همېشه دپاره داسې تکلیفونه حل شو۔
اَلَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕهِمْ مَّا هُنَّ اُمَّهٰتِهِمْ١ؕ اِنْ اُمَّهٰتُهُمْ اِلَّا الّٰٓـِٔیْ وَلَدْنَهُمْ١ؕ وَ اِنَّهُمْ لَیَقُوْلُوْنَ مُنْكَرًا مِّنَ الْقَوْلِ وَ زُوْرًا١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ۝۲
په تاسو کښې کوم کسان چې مور ووائی خپلو ښځو ته ۔ نهٔ کیږی دا ښځې (په رښتیا) دَ دوی میادندې (په رښتیا) دَ دوی میاندې خو هغه دی چا چې دوی زېږولی دی ۔ اؤ بېشکه دوی کوی یوه ناپسنده خبره اؤ دروغ وائی ف۳ اؤ الله معاف کؤنکے بښونکے دے ف۴
ف۳: یعنی دَ ښځې نه خو دې پیدا شوے نهٔ دے نو هغه ېٔ مور څنګه شوه؟ اؤ په داسې یو فضول خبره به درباندې ښځه دَ ټول عمر دپاره ولې حرامیږی۔ ښځه خو پرې حرامه نهٔ شوه البته دې سړی چې داسې بې تمیزه کار وکړو، دَ دې څهٔ سزا ورته پکار ده نو دَ دې سزا دا ده چې کفاره دې ورکړی بیا ېٔ ښځه خپله ښځه ده طلاقه پرې نهٔ ده خو چې تر څو ېٔ کفاره نهٔ وی ورکړے تر هغې ورته لاس نشی وروړې۔
ف۴: یعنی دَ اسلام نه مخکښې کهٔ مو داسې کار کړے وی هغه درته معاف دے خو دَ هدایت نه پس بیا داسې کار مهٔ کو کهٔ په غلطۍ درنه داسې خبره وشوه نو توبه وباسیٔ اؤ کور ته تلو نه مخکښې کفاره ورکړﺉ۔
وَ الَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْ نِّسَآىِٕهِمْ ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا قَالُوْا فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا١ؕ ذٰلِكُمْ تُوْعَظُوْنَ بِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۝۳
اؤ کوم کسان چې مور ووائی خپلو ښځو ته بیا کؤل غواړی هغه کار دَ کوم دپاره چې ېٔ دا خبره کړے ده نو آزادؤل پکار دی دَ یو غلام وړومبې دَ دې نه چې یو بل ته لاس وروړی ف۵ په دې طریقه به تاسو نصیحت قبول کړ ف۶ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کو ف۷
ف۵: یعنی دا الفاظ (تهٔ په ما دَ مور پشان ېٔ) ېٔ دَ تعلق ختمؤلو دپاره وئیلی وو ، بیا کهٔ تعلق ساتل غواړی اؤ په خپله خبره ستومانه وی نو اول دې کفاره ورکړی (غلام دې آزاد کړی) یا دې روژې ونیسی یا دې مسکینانو ته روټۍ ورکړی نو هله دې بیا یو بل ته نژدے کیږی۔
تنبیه: دَ حنفیانو په مذهب دَ کفارې نه مخکښې کوروالے اؤ ښکلؤل ټول کارونه منع دی ځکه چې حدیث شریف دے۔ اَمَرَهٗ اَنۡ لَّا یَقۡرَبَهَا حَتّٰی یُکَفَّرَ (ورته ېٔ حکم وکړو چې مهٔ ورنژدے کیږه تر څو چې دې کفاره نهٔ وی ورکړے)
ف۶: یعنی دا کفاره ستاسو دَ تنبیه اؤ نصیحت دپاره ده چې بیا داسې غلط کار نهٔ کو اؤ نور هم ترې منع شی۔
ف۷: ځکه ستاسو دَ حالت مناسب احکام را استوی اؤ په دې هم خبر دے چې تاسو به تر کومه حده عمل کوﺉ۔
فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا١ۚ فَمَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ فَاِطْعَامُ سِتِّیْنَ مِسْكِیْنًا١ؕ ذٰلِكَ لِتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ١ؕ وَ تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ١ؕ وَ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۴
بیا کهٔ څوک نهٔ مومی (غلام) نو روژې نیؤل دی دوه میاشتې پرله پسې ف۸ وړومبے دَ دې نه چې یو بل ته لاس وروړی، بیا کهٔ څوک (روژې هم نشی نیوے) نو خوراک ورکؤل دی شپېتو(۶۰) غریبانو ته ف۹ دا حکم دې دپاره دے چې تاسو تابعدار شیٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ف۱۰ اؤ دغه حدونه مقرر کړی دی الله اؤ دَ منکرانو دپاره دے عذاب دردناک،
ف۸: یعنی دوه میاشتې روژې په مخه نیؤل دی چې تر مینځه ېٔ دمه نهٔ وی۔
ف۹: کهٔ دَ غلام آزادؤلو طاقت ېٔ نهٔ وی نو هله به روژې نیسی اؤ کهٔ دَ روژو نیؤلو طاقت ېٔ نهٔ وی نو هله به مسکینانو ته روټۍ ورکوی۔
ف۱۰: یعنی دَ جاهلیت خبرې پرېږد اؤ دَ الله اؤ رسول په حکم عمل کو کوم چې دَ مسلمان سره پکار دے۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ كُبِتُوْا كَمَا كُبِتَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ قَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍۭ بَیِّنٰتٍ١ؕ وَ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌۚ۝۵
کوم خلق چې مخالفت کوی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول هغوی تباه شو لکه چې تباه شوی دی دَ هغوی نه مخکښې قومونه اؤ بېشکه مونږ نازل کړل آیتونه ډېر صفا ، اؤ دَ کافرانو دپاره دَ ذلّت عذاب دے ف۱۱
ف۱۱: یعنی دَ یو مؤمن شان دا نهٔ دے چې دَ الله مقرر کړی حدونو نه تجاوز وکړی پاتی شو کافران کوم چې دَ الله دَ حد بندو خیال نهٔ ساتی اؤ دَ ځان نه خبرې جوړوی۔ دَ هغوی خبره خو پرېږد په هغوی خو پخوا هم عذاب راغلے دے اؤ تباه شوی دی اؤ اوس هم دَ الله اؤ رسول دَ صفا صفا احکامو نه انکار کؤلو په وجه ځان خپله په عذاب کښې ګېروی۔
یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا١ؕ اَحْصٰىهُ اللّٰهُ وَ نَسُوْهُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ۠۝۶
په کومه ورځ چې به پورته کړی الله دوی ټول بیا به ورته وښئی دَ هغوی کړی کارونه ف۱۲ الله هغه ټول شمېرلی دی اؤ دوی هېر کړی دی ، اؤ دَ الله مخکښې دے هر څیز ف۱۳ ،
ف۱۲: یعنی څهٔ کارونه چې ېٔ په دنیا کښې کړی دی دَ هغه ټولو نتیجه به ورته څرګنده شی۔ یو وړوکے غوندې کار به هم ترېنه پاتې نهٔ وی۔
ف۱۳: یعنی دوی ته خو دَ خپل ټول عمر په کارونو کښې ډېر کارونه یاد هم نهٔ دی لیکن دَ الله تعالیٰ سره هغه ټول محفوظ دی اؤ دا ټول فائل به دوی ته مخکښې کېښوې شی۔
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ مَا یَكُوْنُ مِنْ نَّجْوٰی ثَلٰثَةٍ اِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَ لَا خَمْسَةٍ اِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَ لَاۤ اَدْنٰی مِنْ ذٰلِكَ وَ لَاۤ اَكْثَرَ اِلَّا هُوَ مَعَهُمْ اَیْنَ مَا كَانُوْا١ۚ ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۷
آیا ته نهٔ ېٔ خبر؟ چې الله ته معلوم دی څهٔ چې په آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې په زمکه کښې دی ، نهٔ کیږی هېڅ مشوره دَ دریو کسو ترمینځه چې هغه ېٔ څلورم نهٔ وی اؤ نهٔ دَ پنځو چې هغه ېٔ شپږم نهٔ وی اؤ نهٔ دَ دې نه کم اؤ نهٔ دَ دې نه زیات چې هغه ورسره نهٔ وی هر ځاېٔ کښې چې وی ف۱۴ بیا به دوی ته وښائی دَ قیامت په ورځ څهٔ چې دوی کړی دی ، بېشکه الله ته معلوم دے هر شے،
ف۱۴: یعنی یوازې دَ دوی عملونه خو څهٔ دی الله تعالیٰ ته خو دَ آسمانونو اؤ زمکې هر هر شے معلوم دے ۔ هېڅ یو مجلس۔ هېڅ یوه پټه اؤ څرګنده خبره دَ هېڅ یو زړهٔ حال داسې نشته چې الله تعالیٰ ته معلوم نهٔ وی۔ چرته چې درے کسان پټه صلاح کوی نو دا خیال دې نهٔ کوی چې څلورم ورسره څوک نشته چې دَ دوی خبرې واوری۔ دغه شان دَ پنځو کسو جرګه دې دا خیال نهٔ کوی چې شپږم ورسره نشته۔ دغه شان دَ دریو نه کم اؤ دَ پنځو نه زیات هر څومره چې وی اؤ په هر ځائې اؤ په هر حال کښې چې وی دَ الله دَ علم نه پټ نهٔ دی۔ هغه ېٔ هر وخت په هره خبره اؤ هر کار خبرېږی۔
تنبیه: دَ یو کار په صلاح کښې کهٔ صرف دوه کسان وی نو فیصله ګرانه شی ځکه اکثر په جرګه کښې درے ، پنځه ، اوهٔ یعنی طاق کسان وی چې یو طرف ته ېٔ راېٔ درنه شی برابر نهٔ وی نو ځکه دلته درے اؤ پنځه یاد شو اؤ نور ېٔ بیا ” وَ لَاۤ اَدْنٰی مِنْ ذٰلِكَ وَ لَاۤ اَكْثَرَ“ سره تقسیم وکړو۔ باقی دا چې حضرت عمرؓ دَ خلافت دَ انتخابی جرګې دپاره دَ شپږو کسانو کمیټی مقرر کړے وه هغه خو جفت وو طاق نهٔ وو حالانکې دَ خلیفه انتخاب یو اهم کار دے۔ نو دَ هغې یو جواب خو دا دے چې خلیفه به هم په هغې شپږو کسانو کښې یو کس منتخب کېدو نو چې دَ چا نوم تجویز شو باقی راېٔ ورکونکی پنځه پاتې شو۔ دویم (۲) دا چې هغه وخت دې اهم کار کښې دَ راېٔ ورکؤلو قابل هم دغه شپږ کسان وو۔ بیا هم دَ زیاتی احتیاط دپاره ورسره حضرت عمرؓ دَ عبد الله بن عمرؓ شاملؤلو نوم اخستے وهٔ۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نُهُوْا عَنِ النَّجْوٰی ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَ یَتَنٰجَوْنَ بِالْاِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ وَ مَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ١٘ وَ اِذَا جَآءُوْكَ حَیَّوْكَ بِمَا لَمْ یُحَیِّكَ بِهِ اللّٰهُ١ۙ وَ یَقُوْلُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ لَوْ لَا یُعَذِّبُنَا اللّٰهُ بِمَا نَقُوْلُ١ؕ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ١ۚ یَصْلَوْنَهَا١ۚ فَبِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۸
آیا تا نهٔ دی لیدلی هغه کسان چې منع کړې شو دَ پټو خبرو کؤلو نه خو هغوی بیا هم هغه کار کوی دَ کوم نه چې منع شوی دی په غوږ کښې پټې خبرې کوی دَ ګناه اؤ دَ زیاتی اؤ دَ رسول دَ نافرمانیٔ ف۱۵ اؤ کله چې راشی تا ته نو په تا سلام اچوی په داسې الفاظو چې الله په هغې نهٔ ېٔ یاد کړے اؤ په خپلو زړونو کښې وائی ولې عذاب نهٔ راکوی مونږ ته الله زمونږ په دې خبرو ، کافی دے دوی دپاره دوزخ ، ورننوځی به، نو ډېر خراب ځائې ته ورسېدل ف۱۶
ف۱۵: منافقانو به دَ رسولﷺ په مجلس کښې خپلو کښې پټې پټې خبرې کؤلے اؤ په مسلمانانو پورې به ېٔ خندا کؤله۔ په غوږ کښې به ېٔ یو بل ته څهٔ ووې ، سترګې به ېٔ وهلې۔ په دغې به مسلمانانو ته تکلیف رسېدو۔ مخکښې په سورتِ نساء کښې هم منافقان دَ داسې کارونو نه منع شوی وو خو دا بې حیا منع نهٔ شو هم هغه شان لګیا وو نو بیا دا آیتونه نازل شو۔
ف۱۶: الله تعالیٰ خو په خپلو پیغمبرانو داسې سلام وئیلے دے سَلَامٌ عَلَی الۡمُرۡسَلِیۡنَ۔ سَلَامٌ عَلٰی عِبَادِہِ الَّذِیۡنَ اصۡطَفٰے۔ اؤ دَ مسلمانانو په خلهٔ ېٔ په رسول اللهﷺ داسې سلام وئیلے دے۔ اَسَّلَامُ عَلَیۡكَ اَیُّهَا النَّبِیُّ وَ رَحۡمَةُ اللہِ وَ بَرَکَاتُهٗ۔ لېکن یهودیان اؤ منافقان چې به رسول اللهﷺ ته راتلل نو دَ سلام په ځائې به ېٔ وې ۔ اَلسَّامُ عَلَیۡكَ۔ (تا ته دې مرګ راشی) حضورﷺ به ورته دَ دې په جواب کښې تش وَعَلَیۡكَ ووې۔ یو ځل بی بی عائشےؓ دَ منافقانو دا سلام واؤرېدو نو ډېره سخته ېٔ ورته ووې۔ وَعلیك السام واللعنة۔ (تا ته دې مرګ راشی اؤ په تا دې لعنت وی)
حضور اکرمﷺ دا دَ خپلو اوچتو اخلاقو سره مناسب ونهٔ ګڼل اؤ دا جواب ېٔ خوښ نهٔ کړو۔ رسول اکرمﷺ به ورته دَ خپل دروند خوی په وجه غږ نهٔ کؤلو نو دَ منافقانو دا خیال وهٔ چې دې زمونږ په خبره نهٔ پوهېږی۔ اؤ بیا به ېٔ خپلو کښې وې چې کهٔ دې په رښتیا دَ الله رسول وې نو مونږ چې داسې بې ادبه خبرې کوو الله به راباندې عذاب راوستې وهٔ کنه۔ دَ هغې جواب ورکړې شو چې تلوار مهٔ کوﺉ ، تاسو دپاره دَ دوزخ عذاب کافی دے چې ورننوځیٔ نو پته به درته ولګی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَنَاجَیْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْاِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ وَ مَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ وَ تَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَ التَّقْوٰی١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ۝۹
اے ایماندارو کله چې تاسو خپلو کښې پټې خبرې کوﺉ نو مهٔ کویٔ دَ ګناه اؤ دَ زیاتی اؤ دَ رسولﷺ دَ نافرمانیٔ خبرې اؤ پټې خبرې کویٔ دَ نېکۍ کؤلو اؤ دَ پرهیزګاریٔ ف۱۷ اؤ ویره کویٔ دَ هغه الله نه چې ټول به ورته راغونډېږیٔ ف۱۸
ف۱۷: یعنی رښتونی مسلمانانو ته دَ منافقانو دَ عادتونو اؤ خویونو نه ځان ساتل پکار دی دَ منافقانو پټې صلاح ګانې خو دَ ظلم زیاتی اؤ دَ الله دَ رسول دَ نافرمانیٔ وی نو مسلمانانو ته پکار دی چې دَ ښو خبرو اؤ نېکۍ خورؤلو دپاره صلاح ګانې کوی۔ لکه چې دَ سورتِ نساء آیت دے۔ لَا خَیْرَ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنْ نَّجْوٰىهُمْ اِلَّا مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوْفٍ اَوْ اِصْلَاحٍۭ بَیْنَ النَّاسِؕ
(نشته خیر دَ دوی په ډېرو صلاح ګانو کښې بې دَ هغو نه چې دَ صدقې یا ښهٔ کار یا دَ خلقو دَ خیر خبره پکښې شوے وی) (النسآء رکوع ۱۷)
ف۱۸: یعنی ټول به دَ الله په دربار کښې جمع کیږی اؤ دَ ذرې ذرې حساب به ورکوی۔ الله ته هر یو پټ اؤ څرګند کار معلوم دے نو دَ هغهٔ نه ویرېږ اؤ دَ خیر خبرې کوﺉ۔
اِنَّمَا النَّجْوٰی مِنَ الشَّیْطٰنِ لِیَحْزُنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ لَیْسَ بِضَآرِّهِمْ شَیْـًٔا اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۝۱۰
دا پټې خبرې چې دی دا دَ شیطان کار دے چې خفه کړی ورباندې ایماندار اؤ (دغه شیطان) مؤمنانو ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے بغیر دَ الله دَ حکم نه، اؤ په الله باندې پکار ده چې تکیه وکړی مؤمنان ف۱۹
ف۱۹: یعنی منافقانو پټې خبرې دې دپاره کؤلے چې مسلمانان پرې خفه شی اؤ پریشان شی چې دوی به زمونږ په حق کښې څهٔ صلاح کړی وی ۔ دا کارونه ورباندې شیطان کوی نو مسلمانان دې خبر شی چې شیطان ورته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ، نفع نقصان ټول دَ الله په قبضه کښې دی۔ چې دَ الله حکم نهٔ وی شوے نو کهٔ دوی ډېرې صلاح ګانې وکړی اؤ شیطان ډېر جالونه خوارهٔ کړی تاسو ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ غم مهٔ کوﺉ اؤ په الله تکیه وکړیٔ۔
تنبیه: په احادیثو کښې سخته منع شوے ده کهٔ یو مجلس کښې درے کسان وی نو دوه دې ځان ته پټه خبره نهٔ کوی ځکه چې دریم به پرېشان شی۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی چې په مجلس کښې دوه کسه چې پټه خبره کوی نو نور خلق پرېشان شی چې دَ چا نه څهٔ خطائی وشوه چې دوی ېٔ یو بل ته پټ وائی۔ بهر حال مجلس کښې پټې خبرې ښې نهٔ وی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوْا فِی الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوْا یَفْسَحِ اللّٰهُ لَكُمْ١ۚ وَ اِذَا قِیْلَ انْشُزُوْا فَانْشُزُوْا یَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ١ۙ وَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۝۱۱
اے ایماندارو کله چې تاسو ته ووئیلې شی چې ځاېٔ آزاد کړیٔ په مجلسونو کښې ف۲۰ نو آزاد کړیٔ فراخی به درکړی تاسو ته الله ف۲۱ اؤ کله چې درته ووئیلې شی خوارهٔ شیٔ نو خوارهٔ شیٔ ف۲۲ وچتې به کړی الله درجې دَ هغه کسانو چې ایمان ېٔ راؤړے دے اؤ دَ هغه کسانو چې علم ورکړې شوے دے ف۲۳ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ف۲۴
ف۲۰: یعنی داسې کښېنیٔ چې نورو راتلونکیو ته ځاېٔ آزاد پاتې شی اؤ چا ته تکلیف نهٔ وی۔
ف۲۱: یعنی الله به په خپل فضل فراخی درکړی اؤ تنګسیا به درنه لرې کړی۔
ف۲۲: شاه صاحبؒ لیکلی دی دا په مجلس کښې دَ ناستی ادب دے چې ګڼ خلق ناست وی اؤ نور کسان راشی نو پکار دی چې ټول لږ لږ وخوزی اؤ راتلونکیو ته ځاېٔ ورکړی اؤ کهٔ ځاېٔ لږ وی ټول نهٔ ځائیږی نو وړومبنیو کسانو ته دې ووئیلې شی چې تاسو پاڅیٔ لاړ شیٔ چې نوی کسانو ته ځاېٔ وشی نو هغوی ته پکار دی چې په رضا اؤ خوشیٔ پاڅی۔ دا خبره دې په ځان ګرانوی نه اؤ سپکاوے دې نهٔ ګڼی۔ نېک خوئی اؤ اخلاص دَ الله خوښ دے۔ بد خوئی اؤ کبر نه بېزار دے۔
تنبیه: دَ رسول اللهﷺ په مجلس کښې به هر چا حضورﷺ سره دَ نژدے کښېناستو کوشش کؤلو چې خبرې ښې واؤری نو کله کله به ګڼه ډېره شوه ځاېٔ به تنګ شو تر دې دَ لوے مرتبې اصحابو اؤ دَ کار خلقو ته به نژدے ځاېٔ پاتې نهٔ شو نو دا حکم ورکړې شو چې په یو طریقه اؤ نظم و ضبط سره کار کیږی نو تکلیف به نهٔ وی۔ اوس هم په داسې ګڼو کښې دَ مجلس دَ صدر حکم منل ضروری دی۔ اسلام دَ نظم و ضبط تعلیم ورکوی اؤ بد نظمی اؤ خود سری نهٔ خوښوی هرکله چې په عامو حالاتو کښې دَ داسې تنظیم حکم دے نو دَ جهاد په میدان کښې اؤ دَ جنګ دپاره صف بندیٔ کښې دَ تنظیم ډېر ضرورت دے۔
ف۲۳: یعنی رښتونې ایمان اؤ صحیح علم بنده ته تهذیب اؤ خکساری ښیٔ۔ څومره چې څوک په علم اؤ ایمان کښې ترقی وکړی دومره غریب طبع اؤ خکسار شی اؤ ځان دَ نورو نه کم ګڼی ، لوئی اؤ غرور نهٔ کوی۔ ځکه ورته الله تعالیٰ وچتې درجې ورکوی اؤ ډېر ېٔ پورته کوی۔ (ځکه وئیلی شوی دی) مَنۡ تَوَاضَعَ لِلہِ رَفَعَهُ اللہُ (چا چې دَ الله دپاره تواضع وکړه الله به ېٔ پورته کړی) دا دَ بې دینه یا جاهل کبرجن کار دے چې په دومره خبره جنګ جوړ کړی چې دَ خپل ځاېٔ نه چا ولې وخوزؤلم یا ېٔ راته دَ پاڅېدو ولې ووې؟ افسوس دے چې نن صبا ډېر مشران چې ځان ته عالمان هم وائی دغه شان په خیالی عزت اؤ وړو وړو خبرو خپلو کښې په وږد جنګ اخته وی۔
ف۲۴: یعنی الله تعالیٰ دَ هر چا په حال ښهٔ خبر دے نو دَ هغهٔ دَ کار اؤ لیاقت مناسب درجه ورکوی اؤ هغه ښهٔ پوهیږی چې څوک واقعی ایماندار اؤ عالم دے اؤ څوک هسې دعوې کوی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَاجَیْتُمُ الرَّسُوْلَ فَقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقَةً١ؕ ذٰلِكَ خَیْرٌ لَّكُمْ وَ اَطْهَرُ١ؕ فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۲
اے ایماندارو کله چې تاسو په غوږ کښې پټې خبرې کؤل غواړیٔ دَ رسولﷺ سره نو دَ خپلو خبرو نه وړاندې پېش کویٔ څهٔ صدقه ، دا بهتره ده ستاسو دپاره اؤ پاکیزه ده ، بیا که تاسو څهٔ (صدقه) نهٔ مومیٔ نو الله بخښونکے مهربان دے ف۲۵
ف۲۵: منافقانو به هسې دَ ځان ښودلو دپاره رسولﷺ سره په غوږ کښې هسې بې فائدې خبرې پټې کؤلے اؤ ځنې مسلمانانو به هم داسې خبرې چې ډېرې اهمې به نهٔ وې حضورﷺ سره په غوږ کښې پټې کؤلے۔ په دې به ډېر وخت خرابېدو نور خلق به پرې دَ کار نه وتل رسول اللهﷺ ته به هم تکلیف وهٔ خو صبر به ېٔ کؤلو تر دې چې ډېر ځله به حضور اکرمﷺ په تنهائیٔ کښې آرام کؤل غوښتل دَ هغې موقع به هم نهٔ وه نو حضورﷺ ته به تکلیف وهٔ۔ دې دپاره دا حکم نازل شو چې څوک مالدار چې حضور اکرمﷺ سره پټې خبرې کؤل غواړی نو اول دې څهٔ خیرات پېش کوی۔ په دې کښې ډېرې فائدې وې۔ یو خو دَ کمزورو مسلمانانو امداد کېدو ، بل دَ ورکونکی دَ زړهٔ صفائی راتله۔ بل دَ رښتونی مسلمان اؤ منافق پته لګېده۔ نو دَ دې حکم نه پس منافقانو خو دَ بخل په وجه پټې خبرې بس کړې اؤ مسلمانان هم پوهه شو چې دا کار دَ الله خوښ نهٔ دے نو بې ضرورته به ېٔ پټې خبرې نهٔ کؤلے۔ په ورپسې آیت کښې بیا دا پابندی پورته شوه۔
ءَاَشْفَقْتُمْ اَنْ تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقٰتٍ١ؕ فَاِذْ لَمْ تَفْعَلُوْا وَ تَابَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ وَ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۠۝۱۳
آیا تاسو ویرېدیٔ دَ دې خبرې نه چې وړاندې واستویٔ دَ خپلو خبرو نه صدقې ، نو هرکله چې تاسو دا ونهٔ کړه اؤ الله معاف کړیٔ نو اوس قائمویٔ نمونځونه اؤ ورکویٔ زکوٰة اؤ تابعداری کویٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی دَ صدقې دَ حکم نه چې کوم غرض وهٔ هغه پوره شو نو اوس هغه دَ خاص ضرورت وخت ختم شو۔ اوس تاسو ته پکار دی چې دَ هغه احکامو په اطاعت کښې پوره مشغول شیٔ کوم چې دائمی عبادت دے اؤ هېچرې دَ منسوخ کېدو نهٔ دے۔ یعنی نمونځ۔ روژه۔ زکوٰة وغېره په دې به مو زړونه صفا شی۔
(تنبیه) فَاِذْ لَمْ تَفْعَلُوْا دَ الفاظو نه دا معلومیږی چې په دې حکم عام طور سره دَ عمل کؤلو موقع نهٔ وه راغلے۔ په ځنې روایاتو کښې حضرت علیؓ فرمائیلی دی چې په دې حکم په ټول امت کښې یوازې ما عمل کړے دے۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ١ؕ مَا هُمْ مِّنْكُمْ وَ لَا مِنْهُمْ١ۙ وَ یَحْلِفُوْنَ عَلَی الْكَذِبِ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۱۴
آیا تا نهٔ وو لیدلی هغه خلق چې دوستان شو دَ هغه قوم چا ته چې الله په غضب شوے دے ف۲۷ دا خلق نهٔ له تاسو نه دی اؤ نهٔ دَ دوی نه ف۲۸ اؤ قسمونه خوری په دروغه اؤ ښهٔ پوهیږی ف۲۹
ف۲۷: دا خلق منافقان دی اؤ هغه مَغۡضُوۡبٌ عَلَیۡه قوم یهود دی۔
ف۲۸: یعنی منافقان نهٔ پوره دَ مسلمانانو سره شریک دی ځکه چې په زړهٔ کښې کافر دی اؤ نهٔ پوره دَ کافرانو سره شریک دی ځکه چې په خله دَ اسلام دعویٰ کوی۔
ف۲۹: یعنی په ناپوهیٔ اؤ بې خبریٔ نه بلکې ښهٔ په سوچ اؤ فکر په دروغه قسمونه خوری۔ مسلمانانو ته وائی چې مونږ ستاسو پشان ایماندار یو اؤ حال دا دے چې په زړهٔ کښې ېٔ زره ایمان نشته۔
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا١ؕ اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۵
تیار ساتلے دے الله دوی دپاره سخت عذاب ف۳۰ بېشکه خراب کارونه دی کوم چې دوی کوی ف۳۱
ف۳۰: لکه چې بل ځاېٔ ارشاد دے:
اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ فِی الدَّرْكِ الْاَسْفَلِ مِنَ النَّارِ١ (النساء رکوع ۲۱ )
(بېشکه منافقان به دَ اور دَ ټولو نه لاندې کنده کښې وی)
ف۳۱: یعنی اګرچې دوی اوس نهٔ پوهیږی خو دَ نفاق په وجه خپل ځان دپاره ډېر خراب تخم کری۔ نتیجه ېٔ ډېره خرابه ده۔
اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ۝۱۶
جوړ کړے دے دوی دَ خپلو قسمونو نه ډال بیا بندوی خلق دَ الله دَ لارې نه نو دوی دپاره دَ ذلّت عذاب دے،
لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَ لَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ؕ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۱۷
بچ به ېٔ نهٔ کړې شی خپل مالونه اؤ اولاد دَ الله دَ لاس نه هېڅ هم، دغه خلق دوزخیان دی، اؤ پکښې به پراتهٔ وی همېشه ف۳۲
ف۳۲: یعنی دَ دروغو په قسمونو دَ مسلمانانو دَ لاسه خپل سر اؤ مال بچ کوی اؤ دَ مسلمانانو سره دَ دوستیٔ په رنګ کښې نور خلق دَ الله په لار باندې دَ تلو نه منع کوی۔ نو یاد لرﺉ چې دا خلق په دې چل څهٔ عزت نهٔ شی ګټلې۔ سخت دَ ذلّت په عذاب کښې به ګېریږی اؤ کله چې ېٔ دَ عذاب مقرر وخت راشی نو دَ الله دَ لاسه ېٔ هېڅوک نهٔ شی بچ کؤلے۔ نهٔ به ېٔ مال پکار راشی، نهٔ اولاد اؤ نهٔ هغه خلق دَ چا دَ بچ کؤلو دپاره چې دَ دروغو قسمونه خوری۔
یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیَحْلِفُوْنَ لَهٗ كَمَا یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ وَ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ عَلٰی شَیْءٍ١ؕ اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ۝۱۸
په کومه ورځ چې به راجمع کړی الله دوی ټول بیا به دَ هغهٔ په مخکښې قسمونه خوری لکه چې ستاسو مخکښې خوری اؤ دَ دوی دا خیال دے چې په سمه لار دی ف۳۳ واؤریٔ هم دغه اصل دروغژن دی ف۳۴
ف۳۳: یعنی دَ دې ځاېٔ خراب عادت به ترې هلته هم لاړ نهٔ شی۔ څنګه چې اوس تاسو ته ځان خلاصؤلو دپاره دَ دروغو قسمونه خوری اؤ ځان ډېر هوښیار ګڼی چې خطا مو کړهٔ دغه شان به دَ الله مخکښې هم دَ دروغو قسمونه خوری چې مونږ خو داسې نهٔ وو۔ دا خیال به ېٔ وی چې په دې چل به دَ سزا نه بچ شو۔
ف۳۴: بېشکه پوخ دروغژن هغه دے چې دَ الله مخکښې هم په دروغو نهٔ شرمیږی۔
اِسْتَحْوَذَ عَلَیْهِمُ الشَّیْطٰنُ فَاَنْسٰىهُمْ ذِكْرَ اللّٰهِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ حِزْبُ الشَّیْطٰنِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ حِزْبَ الشَّیْطٰنِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۝۱۹
قبضه کړے ده په دوی شیطان نو هېر ېٔ کړو ترې دَ الله یاد ف۳۵ دا خلق دَ شیطان ډله ده، واؤریٔ کوم چې دَ شیطان ټولے دے، هم هغه تباه کیږی ف۳۶
ف۳۵: شیطان چې په چا قبضه وکړی دَ هغهٔ عقل داسې خراب شی چې دَ الله تعالیٰ لوئی اؤ مرتبه ترې هېره شی اؤ دومره نهٔ پوهیږی چې دَ الله په مخکښې دروغ نهٔ چلیږی هغهٔ په هر څهٔ خبر دے۔
ف۳۶: یعنی دَ شیطان دَ ډلے آخر انجام یقینی خراب دے، نهٔ ېٔ په دنیا کښې منصوبه کامیابېږی اؤ نهٔ ېٔ په آخرت کښې دَ عذاب نه خلاصے شته۔ دنیا اؤ آخرت ېٔ دواړه خراب دی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗۤ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْاَذَلِّیْنَ۝۲۰
کوم خلق چې دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ خلاف کوی هم دغه دی بې قدره (سپک) خلق،
كَتَبَ اللّٰهُ لَاَغْلِبَنَّ اَنَا وَ رُسُلِیْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ عَزِیْزٌ۝۲۱
الله لیکلے ده دا خبره چې ضرور به غالب کېږم زهٔ اؤ زما رسولان، بېشکه الله زورور دے زبردست ف۳۷
ف۳۷: یعنی دَ الله اؤ رسولﷺ سره چې څوک مقابله کوی، خوار اؤ ذلیل به شی۔ الله دا فیصله کړے ده چې حق به غالب کیږی اؤ آخر به دَ هغهٔ پیغمبرﷺ اؤ مؤمنان کامیابېږی۔
لَا تَجِدُ قَوْمًا یُّؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ یُوَآدُّوْنَ مَنْ حَآدَّ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ لَوْ كَانُوْۤا اٰبَآءَهُمْ اَوْ اَبْنَآءَهُمْ اَوْ اِخْوَانَهُمْ اَوْ عَشِیْرَتَهُمْ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ كَتَبَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْاِیْمَانَ وَ اَیَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُ١ؕ وَ یُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوْا عَنْهُ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ حِزْبُ اللّٰهِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ حِزْبَ اللّٰهِ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۠۝۲۲
تهٔ به ونهٔ مومے داسې خلق چې ایمان لری په الله اؤ په ورځ دَ آخرت چې دوستی وساتی دَ داسې کسانو سره څوک چې دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ خلاف دی خواه (دغه کسان ېٔ) پلاران وی کهٔ ځامن اؤ کهٔ وروڼه یا دَ خپلې کورنۍ خلق، دغه کسان دی چې دَ دوی په زړونو کښې الله لیکلے دے ایمان ف۳۸ اؤ دَ دوی مدد ېٔ کړے دے په خپل پټ فضل ف۳۹ اؤ داخل به ېٔ کړی داسې باغونو ته چې بهیږی ورلاندې نهرونه همېشه به وسی په دې باغونو کښې، الله دَ دوی نه راضی دے اؤ دوی دَ الله نه راضی دی ف۴۰ دغه کسان دی دَ الله ډله، واؤریٔ هم دَ الله ډله مراد ته ورسېده ف۴۱
ف۳۸: یعنی ایمان ېٔ په زړهٔ کښې داسې پوخ شو لکه دَ کاڼی کرښه۔
ف۳۹: یعنی خپل غیبی نور ېٔ ورکړو چې یو خاص قسم روحانی ژوند پکښې پیدا شو یا دا چې په روح القدس یعنی جبرئیلؑ ېٔ دَ ایماندارو امداد وکړو ۔
ف۴۰: یعنی دې خلقو دَ الله دَ رضا دپاره خپل دوستان اؤ خپل خپلوان پرېښول نو الله ترې راضی شو۔
ف۴۱: شاه صاحبؒ لیکلی دی څوک چې دَ الله دَ مخالفانو سره دوستی نهٔ ساتی هم دغه رښتونی ایماندار دی اؤ لوئے درجې به ورکؤلے شی۔ دَ اصحابوؓ هم دغه شان وهٔ۔ دَ الله اؤ رسولﷺ دَ حکم په مقابله کښې ېٔ دَ هېڅ څیز اؤ هېچا خیال نهٔ ساتلو۔ په یو غزا کښې حضرت ابو عبیدهؓ خپل پلار (کافر) قتل کړے وهٔ۔ مصعب بن عمیرؓ خپل ورور عبید بن عمیر وژلے وهٔ۔ اؤ حضرت عمرؓ خپل ماما عاص بن هشام قتل کړے وهٔ۔ اؤ دَ حضرت علیؓ، حضرت حمزهؓ اؤ عبید بن حارثؓ دَ لاسه خپل تربوران عتبه، شیبه اؤ ولید بن عتبه قتل شوی وو۔ حضرت ابوبکرؓ په خپل ځوی عبد الرحمٰن تُوره راپورته کړے وه خو (بچ شو ترې) دَ منافقانو دَ سردار عبدالله بن ابی ځوئے عبدالله سوچه مسلمان وهٔ یو ځل ېٔ رسول اللهﷺ ته درخواست وکړو کهٔ تهٔ اجازت راکوې نو زهٔ دَ خپل پلار سر ستاسو په خدمت کښې پېش کؤم خو حضورﷺ منع کړو۔ غرض دا چې اصحابو دَ الله اؤ رسولﷺ دَ رضا دپاره دَ اسلام دَ مخالفانو سره هر قسم دوستیٔ اؤ خپلویٔ ترک کړی دی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ الۡحَشۡرِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ اَرۡبَعٌ وَّ عِشۡرُوۡنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثَ رُکُوۡعَاتٍ
سُورت حشر پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې څلیریشت آیتونه اؤ درے رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ۚ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۱
دَ الله ثنا وائی څهٔ چې آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې په زمکه کښې دی، اؤ هم هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند ف۱
ف۱: نو دَ الله تعالیٰ دَ طاقت اؤ زبردست حکمت یوه واقعه مخکښې آیتونو کښې بیانېږی۔
هُوَ الَّذِیْۤ اَخْرَجَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ دِیَارِهِمْ لِاَوَّلِ الْحَشْرِ١ؔؕ مَا ظَنَنْتُمْ اَنْ یَّخْرُجُوْا وَ ظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مَّانِعَتُهُمْ حُصُوْنُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَاَتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوْا١ۗ وَ قَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُوْنَ بُیُوْتَهُمْ بِاَیْدِیْهِمْ وَ اَیْدِی الْمُؤْمِنِیْنَ١ۗ فَاعْتَبِرُوْا یٰۤاُولِی الْاَبْصَارِ۝۲
هم هغه دے چا چې راووېستل هغه کسان کوم چې کافر دی په اهلِ کتابو کښې دَ خپلو کورونو نه ف۲ دَ لښکر په وړومبیٔ اجتماع کښې ف۳ ستاسو ګمان نهٔ وهٔ چې دوی به ووځی اؤ دَ هغوی دا خیال وهٔ چې بچ به ېٔ کړی خپلې قلاګانې دَ الله دَ لاس نه بیا راغلو په دوی الله دَ داسې طرف چې دَ دوی په خیال کښې هم نهٔ وهٔ اؤ واېٔ چؤلو دَ دوی په زړونو کښې رعب ف۴ ورانؤل ېٔ خپل کورونه په خپلو لاسونو اؤ دَ مسلمانانو په لاسونو ف۵ نو عبرت واخلیٔ اے دَ سترګو خاوندانو ف۶
ف۲: دَ مدینې منورې مشرقی طرف ته دَ یهودو بنی نضیر قبیله وسېده۔ دا خلق ډېر مالدار اؤ طاقتور وو اؤ په خپلو مضبوطو قلاګانو ډېر غاوره وو۔ حضورﷺ چې کله مدینې منورې ته تشریف راؤړهٔ نو دې یهودیانو دَ حضورﷺ سره دَ صلحې یوه معاهده وکړه چې زمونږ اؤ مسلمانانو دشمن به یو وی۔ مونږ به دَ مسلمانانو خلاف دَ مشرکانو مرسته اؤ امداد نهٔ کوو۔ خو بیا ېٔ دَ دې صلحې برخلاف دَ مکې دَ مشرکانو سره خط کتابت شروع کړو، دَ مسلمانانو خلاف سازشونه ېٔ کؤل۔ تر دې چې دَ یهودیانو یو سردار کعب بن اشرف دَ څلوېښتو سورو سره مکې ته لاړو اؤ دَ حج په موقع ېٔ دَ مسلمانانو خلاف دَ قرېشو سره معاهده وکړه اؤ بیا څو ورځې پس دَ الله اؤ رسولﷺ په حکم یو بهادر مسلمان محمد بن مسلمهؓ دَ دې غدار فیصله وکړه۔ دَ دې نه پس هم دَ بنی نضیر دَ چال بازیو سلسله جاری وهٔ۔ یو ځل حضور اکرمﷺ دَ یوې مقدمې دَ فیصلې دپاره دَ یهودو محلې ته لاړو یو ځاېٔ کښې ناست وهٔ دپاسه نه پرې یو یهودی دَ دیوال نه غټ کاڼې راوغورزؤلو۔ (خداېٔ مه که) کهٔ ورباندې لګېدلے وې نو وفات شوے به وهٔ۔ ځو ځله ورته یهودیانو دغه شان چل ول جوړ کړو خو هر ځل به الله تعالیٰ دَ خپل رسولﷺ حفاظت وکړو اؤ دَ هغوی داؤ به خطا لاړو۔ آخر یوه ورځ حضور اکرمﷺ مسلمانان راجمع کړل چې نن دَ یهودیانو سره معامله صفا کوو۔ مسلمانان ډېر په چستۍ دَ قلا نه چاپېره شو په یهودو هیبت راغلو جنګ ته هډو جوړ نهٔ شو، دَ صلح خواست ېٔ وکړو۔ رسول اللهﷺ ورته په دې شرط امان ورکړو چې مدینه خالی کړﺉ بل خوا لاړ شیٔ، څومره سامان چې دَ ځان سره اخستې شیٔ هغه واخلیٔ نور به مسلمانانو ته پاتې شی۔ په دې طریقه یهودیانو خپل کورونه اؤ مضبوطې قلاګانې خالی کړې اؤ دَ هغوی ټولې زمکې اؤ باغونه خدائې پاک مسلمانانو ته په لاس وروستل۔ دا مال په جنګ نهٔ وهٔ اخستې شوے نو دَ دې تقسیم دَ عام مالِ غنیمت غوندې ونهٔ شو بلکې دَ دې دَ تقسیم اختیار حضور اکرمﷺ ته ورکړې شو چې په خپله خوښه ېٔ څنګه غواړی تقسیم ېٔ کړی۔ رسول اللهﷺ دغه زمکه په مهاجرینو تقسیم کړه۔ په دې طریقه مهاجرین په خپلو پښو ودرېدل۔ اؤ دَ انصارو نه ېٔ دَ امداد پیټې کم شو۔ نو دواړو ته ېٔ خیر ورسېدو۔ اؤ رسول اللهﷺ به دَ خپل کور اؤ میلمنو خرچ هم دَ دې زمکو دَ آمدن نه کؤلو اؤ څهٔ چې به پاتې شو هغه به ېٔ دَ الله په نوم په غریبانو خیرات کړو۔ په دې سورت کښې دغه واقعه بیان شوے ده۔
ف۳: یعنی په وړومبیٔ هله کښې ېٔ بې جنګ جګړې کورونه اؤ قلاګانې دَ هیبته خالی کړې۔ مال دولت اؤ مضبوطې قلاګانې ېٔ هېڅ پکار رانهٔ غلل۔
تنبیه: دَ اول الحشر معنیٰ ځنې مفسرانو دا کړے ده چې دَ دې قوم دَ وطن پرېښودو دا وړؤمبیٔ موقع وه دَ دې نه مخکښې پرې چرې داسې حالت نه وهٔ داغلے پهٔ دې ځل دَ مدینې منورې نه خیبر ته لاړل اؤ دویٔم حشر ېٔ بیا دَ حضرت عمرؓ پهٔ زمانه داسې وشو چې دَ نورو یهودو اؤ عیسایانو سره دَ خیبر نه شام ته وشړلې شو اؤ هم دلته به ېٔ آخرې حشر هم وی ځکه شام ته ارض المحشر هم وئیلے شی۔
ف۴: یعنی دَ هغوی ساز و سامان مضبوطې قلاګانې اؤ شان شوکت ته چې مو کتل نو ستاسو هم دا ګمان نهٔ وهٔ چې داسې په آسانه به وسله کېږدی اؤ نهٔ دَ هغوی دا خیال وهٔ چې مسلمانان به زمونږ مضبوطو قلاګانو ته دَ نژدے راتلو زړهٔ هم وکړې شی اؤ دغه شان به دَ الله دَ لاس نه بچ پاتې شو لېکن هغوی ولیدل چې دَ الله حکم ورباندې دَ داسې طرف نه راغلو چې دَ دوی په خیال کښې هم نهٔ وو یعنی په سینو دننه زړهٔ کښې ېٔ الله پاک دَ مسلمانانو رعب کېښؤلو۔ څهٔ خو دَ سردار کعب بن اشرف په ناڅاپی مرګ وارخطا شوی وو اؤ بیا پرې دپاسه دَ مسلمانانو ناڅاپی حملې داسې بې زړهٔ کړل چې بې دَ وسلې غورزؤلو اؤ شکست منلو نه ېٔ بله لار نهٔ مونده۔
ف۵: یعنی دَ ډېر حرص اؤ سوخت نه ېٔ دَ خپلو کورونو ورونه، تختې اؤ دَ چتونو لرګی راوېستل اؤ کورونه ېٔ ورانؤل، چې څهٔ دَ ځان سره وړے شو هغه ټول یوسو اؤ مسلمانانو ته کورونه روغ پاتې نهٔ شی۔ په دې کښې ورسره مسلمانانو هم امداد وکړو۔ څهٔ به دوی خپله ورانؤل اؤ څهٔ به ورسره هغوی ورانؤل۔ اؤ کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ مسلمانانو دَ لاسه چې پرې کومه تباهی راغله دا هم دَ دوی دَ خپلو بې لوظو اؤ بد عملو نتیجه وه نو دا ېٔ هم دَ خپله لاسه کړی دی۔
ف۶: یعنی دَ عقل خاوندانو دپاره په دې واقعه کښې لوئے عبرت دے۔ الله تعالیٰ واضحه کړه چې دَ کفر۔ شرارت اؤ بې لوظیٔ څهٔ نتیجه وی۔ اؤ دا چې خالص په ظاهری اسبابو تکیه کؤل اؤ دَ الله دَ لوی طاقت نه غافل کېدل دَ عقل کار نهٔ دے۔
وَ لَوْ لَاۤ اَنْ كَتَبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمُ الْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیَا١ؕ وَ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ۝۳
اؤ کهٔ نهٔ وې دا خبره چې لیکلی وو الله په دوی بې کوره کېدل نو ضرور به ېٔ عذاب ورکړے وهٔ په دنیا کښې اؤ دَ دوی دپاره په آخرت کښې دَ اور عذاب دے ف۷
ف۷: یعنی دَ دوی په قسمت کښې دَ وطن نه شړلے کېدل لیکلی وو کهٔ دا نهٔ وې نو څهٔ بله سزا به ېٔ ورکړے وه لکه دَ یهودو بله قبیله بنو قریظه چې قتل کړې شوه ۔ غرض دا چې دَ سزا نه بچ کېدے نهٔ شو خو دې کښې هم دَ الله تعالیٰ حکمت وهٔ چې دَ قتل په ځاېٔ ېٔ تش دَ وطن نه شړلو سزا ورکړه۔ لېکن دا نرمی ورسره دَ دنیا په سزا کښې وشوه په آخرت کښې ورته هغه ابدی سزا پرته ده دَ کومې نه چې یو کافر هم نهٔ شی خلاصېدے۔ شاه صاحب لیکلی دی۔ کوم وخت چې دا یهودیان دَ شام نه راغلی وو دلته مدینه منوره کښې آباد شو نو خپلو مشرانو ورته وئیلی وو چې تاسو به یو ځل بیا دَ دغه وطن نه شام ته راتښتیٔ۔ نو ځنې خو په دغه وخت شام ته لاړل اؤ ځنې خیبر کښې آباد شو۔ دغه هم بیا دَ حضرت عمرؓ په زمانه کښې شام ته لاړل۔
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ١ۚ وَ مَنْ یُّشَآقِّ اللّٰهَ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۴
دا ځکه چې دوی مخالف شو دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ ، اؤ څوک چې مخالف شو دَ الله نو دَ الله عذاب ډېر سخت دے ف۸
ف۸: یعنی داسې نافرمانو ته هم دغه شان سخته سزا ورکؤلے شی۔
مَا قَطَعْتُمْ مِّنْ لِّیْنَةٍ اَوْ تَرَكْتُمُوْهَا قَآىِٕمَةً عَلٰۤی اُصُوْلِهَا فَبِاِذْنِ اللّٰهِ وَ لِیُخْزِیَ الْفٰسِقِیْنَ۝۵
کومه چې تاسو پرېکړه دَ کجورې ونه یا مو پرېښوه ولاړه په خپلو جړو نو دَ الله په حکم ف۹ اؤ دې دپاره چې ذلیل کړی نافرمانه ف۱۰
ف۹: کوم وخت چې یهودیان قلابند شو نو حضور اکرمﷺ مسلمانانو ته اجازت ورکړو چې دَ دوی باغونه وران کړیٔ ونې ېٔ پرېکړیٔ چې دَ دې غمه دَ قلا نه رابهر شی اؤ میدانی جنګ ته تیار شی اؤ چې میدانی جنګ کښې بیا ونې رکاوټ نهٔ پیدا کوی۔ نو په دغه وخت کښې څهٔ ونې خو پرېکړې شوې اؤ څهٔ ېٔ پرېښوې چې دَ فتحې نه پس دَ مسلمانانو پکار شی۔ دَ دغه ونو پرېکؤلو به بیا کفارو مسلمانانو ته پېغور ورکؤلو چې تاسو خو واییٔ چې مونږ خلق دَ ورانی نه منع کوو نو اوس خپله ورانے اؤ فساد ولې کویٔ چې شنې ونې پرېکویٔ۔ دَ دې په جواب کښې دا آیت نازل شو چې مسلمانانو دا کار دَ الله په حکم کړے دے اؤ دَ الله حکم منلو ته فساد نهٔ شی وئیلے ، ځکه چې دَ الله په هر کار کښې حکمت اؤ فائده وی نو دَ دې حکم ځنې فائدې هم په وروستو آیت کښې بیان شوی دی۔
ف۱۰: یعنی چې مسلمانانو ته عزت ورکړی اؤ کافران سپک شی۔ نو کومې ونې چې پرېښوې شوې په دې کښې دَ مسلمانانو فائده وه۔ اؤ مسلمانانو چې ترې نفع اخسته نو کافرو ته پرې تاؤ رسېدو اؤ خفه کېدل اؤ کومې چې پرېکړې شوې نو په هغې هم کافرو ته تکلیف اؤ خفګان ورسېدو اؤ دَ مسلمانانو زور ، طاقت اؤ غلبه څرګنده شوه نو دا دواړه کاره دَ الله په حکم شوی دی۔ نو جائز اؤ په مصلحت مبنی دی۔
وَ مَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْهُمْ فَمَاۤ اَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْلٍ وَّ لَا رِكَابٍ وَّ لٰكِنَّ اللّٰهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهٗ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۶
اؤ کوم مال چې ورکړو الله خپل رسولﷺ ته دَ دوی دَ مالونو نه نو تاسو نهٔ دی زغلؤلی پهٔ دې پسې خپل اسونه اؤ نهٔ اُوښان لېکن الله غلبه ورکوی خپلو رسولانو ته پهٔ چا چې وغواړی ، اؤ الله هر څهٔ کؤلے شی ف۱۱
ف۱۱: شاه صاحب لیکلی دی چې په مالِ غنیمت اؤ فیٔ کښې دغه فرق دے چې کوم مال په جنګ کښې غازیانو ته پهٔ لاس ورشی پهٔ هغې کښې پنځمه برخه دَ الله دَ نامې ده (دَ عامو مسلمانو دَ فائدې دپاره) اؤ څلور برخې پهٔ غازیانو تقسیمؤلے شی اؤ کوم مال چې بې جنګه غازیانو ته پهٔ لاس ورشی هغه ټول دَ بیت المال دے اؤ دَ عامو مسلمانانو دَ فائدې پهٔ کار به لګؤلے شی۔
تنبیه: کهٔ دَ معمولی غوندې جنګ نه پس کافر مغلوب شی اؤ شکست ومنی نو په دې طریقه چې کوم مال مسلمانانو ته پهٔ لاس ورشی هغه هم دَ فیٔ په حکم کښې دے۔ دَ رسول اللهﷺ په زمانه کښې دَ فیٔ مال خالص دَ حضور اکرمﷺ پهٔ اختیار کښې وهٔ۔ ممکنه ده چې دا اختیار مالکانه وهٔ لکه دَ عَلٰی رَسُوۡلِهٖ دَ الفاظو نه چې اول ذهن ته راځی۔ اؤ ممکنه ده چې مالکانه نهٔ وهٔ حاکمانه وهٔ۔
بهرحال پهٔ مخکښې آیت کښې دَ دې مال متعلق هدایت وشو چې پهٔ دې دې ځایونو کښې ېٔ لګؤل واجب یا مستحب دی۔ دَ رسول اللهﷺ دَ وفات نه پس دا اختیار دَ مسلمانانو خلیفه ته حاصل شو۔ لېکن دَ خلیفه اختیار پکښې مالکانه نهٔ دے (یعنی خلیفه دَ دې مال مالک نهٔ دے) دا اختیار ېٔ حاکمانه دے (یعنی دَ عامو مسلمانانو دَ فائدې پهٔ کار کښې اختیارمن دے) خلیفه به ېٔ پهٔ خپل فکر دَ عامو مسلمانانو دَ فائدې په کارونو کښې لګوی۔ باقی پاتې شو مالِ غنیمت نو پهٔ هغې کښې پنځمه برخه دَ بیت المال ده، دَ عامو خلقو دَ فائدې دَ کارونو دپاره اؤ څلور برخې دَ غازیانو ملکیت دے ځنګه چې ېٔ خوښه وی ځان ته به ېٔ لګوی۔
باقی کهٔ غازیان پهٔ خپله مرضا دَ خپلې حصې نه څهٔ شے بیت المال ته پرېږدی نو پرېښوې شی۔ البته شیخ ابوبکر رازیؒ حنفی پهٔ احکام القرآن کښې لیکلی دی چې دَ نقد مال (منقوله مال) څلور حصې به پهٔ غازیانو تقسیمیږی اؤ پهٔ جائیداد (غېر منقوله مال) کښې خلیفه ته اختیار دے کهٔ مناسب ګڼی پهٔ غازیانو به ېٔ تقسیم کړی اؤ کهٔ مناسب ګڼی نو دَ عامو مسلمانانو دَ فائدې دپاره به ېٔ بیت المال ته حواله کړی لکه حضرت عمرؓ چې دَ عراق زمکه دَ لویو اصحابو پهٔ مشوره بیت المال ته حواله کړے وه۔ پهٔ غازیانو ېٔ نهٔ وه تقسیم کړے۔ دَ دغې تقسیم په بنا شیخ ابوبکر رازیؒ پهٔ آیت وَاعۡلَمُوۡآ اَنَّمَا غَنِمۡتُمۡ الخ کښې اموالِ منقوله اخستې ده اؤ پهٔ سورتِ حشر کښې ېٔ اموال غېر منقوله اخستې ده۔ دغه شان ېٔ دلته پهٔ وړومبی آیت کښې وَ مَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ کښې دَ فیٔ حکم مراد دے اؤ پهٔ دویم آیت مَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْ اَهْلِ الْقُرٰی الخ کښې دَ مالِ غنیمت معنٰی کړے ده اؤ دَ لغت په اعتبار دَ فیٔ پهٔ معنٰی کښې دا واړه راځی۔ والله اعلم
مَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْ اَهْلِ الْقُرٰی فَلِلّٰهِ وَ لِلرَّسُوْلِ وَ لِذِی الْقُرْبٰی وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰكِیْنِ وَ ابْنِ السَّبِیْلِ١ۙ كَیْ لَا یَكُوْنَ دُوْلَةًۢ بَیْنَ الْاَغْنِیَآءِ مِنْكُمْ١ؕ وَ مَاۤ اٰتٰىكُمُ الرَّسُوْلُ فَخُذُوْهُ١ۗ وَ مَا نَهٰىكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوْا١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِۘ۝۷
کوم مال چې الله ورکړو خپل رسولﷺ ته دَ کلی دَ خلقو نه نو دا مال دَ الله دپاره دے اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ دپاره ف۱۲ اؤ دَ (رسولﷺ) دَ خپلوانو ف۱۳ اؤ دَ یتیمانو، محتاجانو اؤ مسافرو دپاره دے ، چې رانشی پهٔ ورکړه راکړه کښې دَ ستاسو دَ مالدارو ف۱۴ اؤ څهٔ چې درته رسولﷺ درکوی هغه واخلیٔ اؤ دَ څهٔ نه چې مو منع کوی هغه پرېږدیٔ ف۱۵ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ بېشکه دَ الله عذاب ډېر سخت دے ف۱۶
ف۱۲: پهٔ وړومبی آیت کښې یواځی دَ یهودیانو دَ قبیلې بنی نضیر دَ مالونو حکم وهٔ اوس دَ فیٔ دَ مالونو متعلق عامه قاعده بیانیږی یعنی دَ فیٔ په مالونو دَ رسولﷺ قبضه ده اؤ دَ هغهٔ نه پس دَ مسلمانانو دَ خلیفه چې هغه به ېٔ دَ عامو مسلمانانو دَ فائدې دپاره لګوی۔ باقی دَ الله نوم پکښې دَ برکت دپاره اخستې شوے دے ګنی مالونه ټول په اصل کښې دَ الله دی۔ اؤ ممکنه ده چې دَ بیت الله شریف خرڅ اؤ دَ جماعتونو خرڅ پهٔ دې کښې راځی ځکه چې دا ځایونه دَ الله په نوم بللے شی۔
ف۱۳: یعنی دَ رسول اللهﷺ خپلوانو ته۔ نو حضورﷺ به پهٔ خپله زمانه خپلو رشته دارو ته دَ دې نه ورکړه کؤله پهٔ دې کښې دَ غریب محتاج اؤ مالدار څهٔ فرق نهٔ وهٔ۔ خپل ترهٔ حضرت عباسؓ ته به ېٔ هم پکښې برخه ورکؤله سره دَ دې چې هغه ښهٔ مالدار وهٔ۔ اوس دَ حضورﷺ دَ وفات نو پس هم دَ امام اعظمؒ پهٔ خیال حاجتمند سیدان دَ نورو حاجتمندو مسلمانانو نه زیات حقدار دی، خلیفه ته ېٔ اول خیال ساتل پکار دی۔
ف۱۴: یعنی دا مصارف دې دپاره وښیٔلی شو چې دَ یتیمانو ، غریبانو اؤ بې اسرې مسلمانانو خبر واخستې شی اؤ دَ عامو مسلمانانو ضرورتونه پرې پوره کړې شی۔ اؤ دا مالونه دَ مالدارو دَ مالونو سره شامل اؤ دَ هغوی دَ زیاتی مزو دپاره خاص نهٔ شی۔ چې مالدار دې مزې کوی اؤ غریبان دې دَ لوږې مری۔
ف۱۵: یعنی نقد مال اؤ جائداد وغېره چې څنګه دَ الله رسولﷺ دَ الله پهٔ حکم تقسیم کړی هغه پهٔ رضا اؤ خوښه قبلویٔ۔ څهٔ چې هغه درکوی هغه په خوښه اخلیٔ اؤ څهٔ چې درنه منع کړی (بل ته ېٔ ورکړی) هغې پسې خفه کېږیٔ مه اؤ دغه شان په ټولو حکمونو کښې دَ هغهٔ تابعداری کویٔ۔دَ څهٔ چې درته دَ کؤلو حکم درکوی هغه په خوښه اؤ رضا کویٔ اؤ دَ څهٔ نه چې مو منع کوی دَ هغې نه منع شیٔ۔
ف۱۶: یعنی دَ رسولﷺ نافرمانی دَ الله مافرمانی ده۔ نو دا خطره کویٔ چې چرته دَ رسولﷺ دَ نافرمانیٔ په وجه دَ الله په سخت عذاب کښې ګېر نهٔ شیٔ۔
لِلْفُقَرَآءِ الْمُهٰجِرِیْنَ الَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَ اَمْوَالِهِمْ یَبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانًا وَّ یَنْصُرُوْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَۚ۝۸
دپاره دَ هغه غریبانو مهاجرینو چې ویستی شوی دی دَ خپلو کورونو اؤ خپلو مالونو نه لټوی دَ الله فضل اؤ دَ هغهٔ رضا اؤ امداد کوی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ هم دغه کسان دی رښتونی ف۱۷
ف۱۷: هسې خو دا پنځمه برخه دَ ټولو مسلمانانو دَ عام ضرورت پوره کؤلو دپاره ده خو دَ دې جانبازو اؤ رښتونی مسلمانانو حق دَ نورو نه زیات دے۔ چا چې خالص دَ الله دَ رضا اؤ حکم منلو دپاره خپل کورونه ، مالونه اؤ خپل خپلوان پرېښول اؤ بالکل تش لاس بل وطن ته لاړل چې په آزاد مټ دَ الله اؤ دَ الله دَ رسولﷺ مرسته وکړې شی۔
وَ الَّذِیْنَ تَبَوَّؤُ الدَّارَ وَ الْاِیْمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ یُحِبُّوْنَ مَنْ هَاجَرَ اِلَیْهِمْ وَ لَا یَجِدُوْنَ فِیْ صُدُوْرِهِمْ حَاجَةً مِّمَّاۤ اُوْتُوْا وَ یُؤْثِرُوْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَ لَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ١۫ؕ وَ مَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَۚ۝۹
اؤ دپاره دَ هغه کسانو چې ځاېٔ ېٔ نیولے دے په دې کور کښې اؤ ایمان کښې دَ دوی نه وړومبے ف۱۸ اؤ محبت کوی دَ هغه کسانو سره چې په هجرت راغلی دی دوی ته ف۱۹ اؤ نهٔ مومی په خپلو زړونو کښې څهٔ تنګی په هغه څیز چې ورکړې شی مهاجرینو ته اؤ دوی وړاندې کوی مهاجر دَ خپل ځان نه اګر کهٔ خپله پرې سخته وی ف۲۰ اؤ څوک چې وساتلی شو دَ خپل زړهٔ دَ لالچ نه نو هم دغه خلق مراد مومی ف۲۱
ف۱۸: دَ دې کور نه مراد مدینه منوره ده اؤ دغه ایماندار انصار وو دَ مدینې منورې وسیدونکی چې دَ مهاجرینو دَ راتلو نه مخکښې دَ ایمان اؤ اسلام په لاره ښهٔ مضبوط شوی وو۔
ف۱۹: یعنی په مینه اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه دَ مهاجرینو خدمت کوی تر دې چې په خپلو مالونو اؤ جائیدادونو کښې ېٔ دَ ځان سره سم شریک کړل۔
ف۲۰: یعنی مهاجرینو باندې چې الله خپل فضل وکړی اؤ رسولﷺ ورته دَ فیٔ دَ مال نه څهٔ حصه ورکړی نو دَ انصارو زړهٔ پرې نهٔ تنګیږی اؤ نهٔ پرې خفه کیږی بلکې خوشحالیږی اؤ په هر ښهٔ کار کښې ېٔ دَ ځان نه وړومبے کوی۔ خپله لوږې تندې اؤ سختې تېروی اؤ مهاجرینو ته راحته رسوی۔ داسې بې مثاله قربانی دَ دنیا په تاریخ کښې بل قوم نهٔ کړے ده اؤ نهٔ ېٔ کؤلے شی۔
ف۲۱: یعنی ډېر خوش قسمته اؤ کامیاب دی هغه کسان چې الله تعالٰی ېٔ زړونه دَ حرص اؤ کینې دَ مرض نه بچ کړی دی۔ لالچی اؤ بخیل سړے دَ بل خیر کله خوشحالیږی اؤ داسې قربانی کله کؤلے شی؟
وَ الَّذِیْنَ جَآءُوْ مِنْۢ بَعْدِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ وَ لَا تَجْعَلْ فِیْ قُلُوْبِنَا غِلًّا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّكَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ۠۝۱۰
اؤ دپاره دَ هغه کسانو چې راغلهٔ دَ دوی نه وروستو ف۲۲ اؤ وائی اے ربه وبخښې مونږه اؤ زمونږ هغه وروڼه چې وړاندې شوی دی زمونږ نه په ایمان کښې اؤ مه کېږدے زمونږ په زړونو کښې بدی دَ ایماندارو اے ربه هم تهٔ ېٔ نرمی کؤنکے مهرنانه ف۲۳
ف۲۲: یعنی چې دَ دې مهاجرینو اؤ انصارو نه پس دنیا ته راشی یا دَ دوی نه وروستو اسلام قبول کړی یا دغه وړومبنیو مهاجرینو نه وروستو هجرت وکړی۔
ف۲۳: یعنی مخکښېنیو مهاجرینو دپاره دَ مغفرت دعا غواړی اؤ دَ هیڅ یو مسلمان ورور سره بغض اؤ کینه نهٔ ساتی۔ شاه صاحب لیکلی دی دا آیت دَ هغه ټولو مسلمانانو دپاره دے څوک چې دَ مخکښینیو مسلمانانو حق منی دَ هغوی تابعداری کوی اؤ مینه ورسره لری۔ دَ دغې نه امام مالکؒ دا فرمائیلی دی څوک چې دَ اصحابوؓ سره کینه لری اؤ بد روپسې وائی دَ فیٔ په مال کښې دَ هغوی برخه نشته۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نَافَقُوْا یَقُوْلُوْنَ لِاِخْوَانِهِمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَىِٕنْ اُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَ لَا نُطِیْعُ فِیْكُمْ اَحَدًا اَبَدًا١ۙ وَّ اِنْ قُوْتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۝۱۱
آیا تا نهٔ دی لیدلی هغه کسان چې ټګ مار دی وائی خپلو هغه وروڼو ته چې کافران دی په اهلِ کتابو کښې کهٔ تاسو چا ووېستیٔ نو مونږ به هم وځو درسره اؤ خبره به نهٔ منو ستاسو په معامله کښې دَ هېچا هېچرې ، اؤ کهٔ تاسو سره جنګ کیږی نو مونږ به مو امداد کوو ف۲۴ ، اؤ الله ګواهی کوی چې دوی دروغژن دی ف۲۵
ف۲۴: عبدالله بن اُبیٔ وغېره منافقانو به دَ یهودو قبیلې بنو نضیر ته پټ خبرونه استؤل چې تاسو وار مهٔ خطا کویٔ اؤ ځان یواځې مهٔ ګڼیٔ۔ مونږ مو ملګری یو کهٔ مسلمانانو دَ وطن نه شړلیٔ نو مونږ به هم درسره وطن پرېږدو۔ اؤ کهٔ دَ جنګ موقع وه نو مونږ به هم ستاسو په ملګرتیا کښې دَ مسلمانانو سره جنګیږو۔ دا زمونږ کله فیصله ده په دې معامله کښې به دَ بل هېچا خبره نهٔ منو اؤ نهٔ به دَ چا پروا ساتو۔
ف۲۵: یعنی دا دَ زړهٔ نه نهٔ وائی هسې مسلمانانو سره جنګؤلو ته ېٔ پاروی ۔ اؤ دا څهٔ وعدې چې ورسره کوی، ټولې دروغ دی عمل به پرې هرګز ونهٔ کړی۔
لَىِٕنْ اُخْرِجُوْا لَا یَخْرُجُوْنَ مَعَهُمْ١ۚ وَ لَىِٕنْ قُوْتِلُوْا لَا یَنْصُرُوْنَهُمْ١ۚ وَ لَىِٕنْ نَّصَرُوْهُمْ لَیُوَلُّنَّ الْاَدْبَارَ١۫ ثُمَّ لَا یُنْصَرُوْنَ۝۱۲
کهٔ هغوی ووېستی شو نو دوی به ورسره نهٔ وځی اؤ کهٔ دَ هغوی سره جنګ وشو نو دوی به ېٔ امداد نهٔ کوی ف۲۶ اؤ کهٔ امداد ېٔ کوی نو تښتی به په شا بیا به هېچرته امداد نهٔ مومی ف۲۷
ف۲۶: دَ جنګ موقع راغله۔ بنو نضیر په خپله قلا کښې راګیر شو په داسې سخته کښې ورسره منافقانو هېڅ امداد ونهٔ کړو اؤ آخر چې هغوی په شکست منلو مجبور شو۔ وسله ېٔ کېښوه اؤ وطن پرېښو ته تیار شو۔ نو هغوی کډې تړلے اؤ منافقان په خپلو کورونو کښې بې غمه ناست وو خپلې وعدې ېٔ هېرې وې۔
ف۲۷: یعنی بالفرض کهٔ منافقان ېٔ امداد ته راغلی وې نو دَ هغوی هم بله لار نهٔ وه ، دَ مسلمانانو تُورې ته دَ ټینګے نهٔ وو په شا به تښتېدل اؤ دَ یهودو امداد به ېٔ څهٔ کړے وهٔ خپله به هم دَ هغوی دَ امداد څوک نهٔ وو۔
لَاَنْتُمْ اَشَدُّ رَهْبَةً فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنَ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ۝۱۳
البته ستاسو خوف زیات دے دَ هغوی په زړونو کښې دَ الله دَ خوف نه۔ دا ځکه چې دوی داسې خلق دی چې عقل نهٔ لری ف۲۸
ف۲۸: یعنی که دَ الله لوئی ېٔ منلې اؤ په زړهٔ کښې ېٔ دَ خدائې ویره وې نو کفر اؤ نفاق به ېٔ څنګه کؤلو۔ البته دا ده چې دَ مسلمانانو دَ تُورې نه ویریږی نو مخې ته نهٔ راځی اؤ ځان نهٔ څرګندوی۔ پوهیږی چې په میدان کښې مقابلې ته دَ ودرېدو نهٔ دی۔
لَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ جَمِیْعًا اِلَّا فِیْ قُرًی مُّحَصَّنَةٍ اَوْ مِنْ وَّرَآءِ جُدُرٍ١ؕ بَاْسُهُمْ بَیْنَهُمْ شَدِیْدٌ١ؕ تَحْسَبُهُمْ جَمِیْعًا وَّ قُلُوْبُهُمْ شَتّٰی١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْقِلُوْنَۚ۝۱۴
جنګ نهٔ شی کؤلے دَ ستاسو سره په جمع مګر په محفوظو قلعو کښې یا دَ دیوالونو په شا ف۲۹ دَ دوی جنګ په خپلو کښې سخت دے ف۳۰ ستا به دا خیال وی چې غونډ دی خو زړونه ېٔ خوارهٔ وارهٔ دی ، دا ځکه چې دا داسې خلق دے چې عقل نهٔ لری ف۳۱
ف۲۹: یعنی دَ دوی په زړونو کښې دَ مسلمانانو ویره ده نو په آزاد میدان کښې جنګ ته مخامخ نهٔ شی ودرېدې البته په ګڼه آبادیٔ کښې دَ دیوالونو شا ته اؤ په قلاګانو کښې بند یا ځنګل کښې دَ ونو په شا پټ پټ جنګ کؤلے شی۔ زمونږ یو مشر فرمائیلی دی۔ دَ یورپ کافران دَ مسلمامانو تُورې ته دَ ټینګے نهٔ وو نو آتشی وسلې اؤ دَ جنګ نوې نوې طریقې ېٔ را ووېستې بیا هم کهٔ چرته دَ لاس په لاس جنګ موقع راشی نو بیا دَ ودرېدو نهٔ وی اؤ خلق دَ ” لَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ اِلَّا فِیْ قُرًی مُّحَصَّنَةٍ “ الخ آیت مشاهده وکړی۔ اؤ دَ هغه قوم به څهٔ واییٔ دَ چا په خیال چې دَ کوټو دَ چتونو نه ګټې ویشتل یا دَ تیزابو پچکارۍ چلؤل غټه بهادری ګڼلې شی۔
ف۳۰: یعنی په خپلو کښې جنګونه ېٔ ډېړ سخت اؤ په یو بل زړهٔ ور دی لکه دَ اوس اؤ خزرج قبیلو چې په خپلو کښې جنګونه وو لېکن دَ مسلمانانو په مقابله کښې ترې بیا ساګ سیلۍ وړے وی۔
ف۳۱: یعنی دَ دوی په ظاهری اتفاق اؤ یو والی خطا کېږیٔ مه په زړونو کښې سره بیل بیل دی۔ دَ هر چا خپل خپل غرض دے اؤ بیل بیل خیال۔ هسې په ظاهره یو ښکاری پکښې یو نهٔ دی کهٔ عقل ېٔ وې نو پوهه شوی به وو چې دا ظاهری یو والے هېڅ خیر نهٔ کوی۔ یو والے خو هغه دے چې زړونه یو وی ، مقصد یو وی ، خیالات یو وی لکه پاخهٔ مسلمانان چې وی۔ چې ټولو دَ یو الله دَ حق دین رسۍ مضبوطه نیولې ده ، مرګ ژوند ېٔ دَ یو الله دپاره دے اؤ سر اؤ مال ېٔ دَ الله دَ رضا دپاره قربان دے۔
كَمَثَلِ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِیْبًا ذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌۚ۝۱۵
دَ هغه خلقو په شان چې دَ دوی نه لږ مخکښې تېر شوی دی وېٔ څکله سزا دَ خپل کار، اؤ دَ هغوی دپاره دردناک عذاب دے ف۳۲
ف۳۲: یعنی اوس لږې ورځې مخکښې بنی قنقاع دَ بې لوظیٔ سزا خوړلے ده په معمولی غوندې جنګ دَ وطنه شړلی شوی دی اؤ دَ دې نه لږ مخکښې دَ مکې مشرکانو دَ بدر په ورځ پوره سزا خوړلے ده هم دغه انجام دَ بنو نضیر هم شو۔ په دنیا کښې ېٔ دَ مسلمانانو دَ لاسه سزا وخوړه اؤ په آخرت کښې ورته دردناک عذاب تیار پروت دے۔
كَمَثَلِ الشَّیْطٰنِ اِذْ قَالَ لِلْاِنْسَانِ اكْفُرْ١ۚ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْكَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ۝۱۶
لکه دَ شیطان په شان کله چې ېٔ ووې بنیادم ته ”کافر شه“ نو چې هغه کافر شو بیا ېٔ ورته ووې زهٔ خو له تا نه جدا یم زهٔ ویرېږم دَ الله نه چې رب دے دَ ټول جهان ،
فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَاۤ اَنَّهُمَا فِی النَّارِ خَالِدَیْنِ فِیْهَا١ؕ وَ ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ۠۝۱۷
بیا دَ دواړو انجام دا شو چې دواړه په اور کښې دی همېشه به پراتهٔ وی په دغه اور کښې اؤ هم دغه سزا ده دَ ګنهګارو ف۳۳
ف۳۳: یعنی شیطان اول بنیادم ګناه ته ولمسوی اؤ کله چې بنیادم په ګناه کښې ګېر کړی نو بیا ورته وائی زهٔ خو دې ملګرې نهٔ یم ، زهٔ خو دَ الله دَ عذاب نه ویرېږم ( دا هم دروغ وائی اؤ مکر کوی ، کهٔ ویرېدے نو داسې به ېٔ ولې کؤل) نتیجه ېٔ دا شی چې خپله هم دوزخ ته لاړ شی اؤ دغه بنده هم بوځی۔ شاه صاحب لیکلی دی شیطان به دا خبره خپلو تابعدارو ته دَ قیامت په ورځ کوی۔ اؤ دَ بدر دَ غزا پهٔ ورځ هم شیطان دَ یو کافر په شکل دَ مکې دَ مشرکانو سره ملګرې شوے وهٔ اؤ دَ مسلمانانو سره مقابلې ته ېٔ ودرؤل خو چې دَ مسلمانانو سره ملګرتیا کښې ېٔ فرښتې ولېدے نو په شا وتښتېدو مشرکان ېٔ په ځاېٔ پرېښول۔ دا قصه په سورة انفال کښې تېره شوے ده هغه وګورﺉ۔ هم دغه مثال دَ منافقانو دے چې بنی نضیر ته ېٔ وې مونږ درسره ملګری یو دَ مسلمانانو مقابلې ته ېٔ ودرؤل اؤ چې په سخته کښې ګېر شو نو دوی ورسره بیا هېڅ امداد ونهٔ کړو ځان ته شو ترېنه۔ آیا په دې چل ول دا منافقان دَ الله دَ عذاب نه بچ کېدے شی۔ هرګز نه۔ دَ دواړو ځاېٔ دوزخ دے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۝۱۸
اے ایماندارو ویره کویٔ دَ الله نه اؤ پکار ده چې وګوری هر یو کس چې څهٔ استوی دَ صبا دپاره ف۳۴ ، اؤ ویرېږیٔ دَ الله نه بېشکه الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ف۳۵
ف۳۴: یعنی دَ الله نه ویرېږیٔ ، دَ نېکو ذخیره ځان ته جمع کړیٔ اؤ دا فکر کویٔ چې دَ صبا دپاره مو ځان سره څهٔ سامان یوړو چې دَ مرګ نه پس مو بیا پکار راشی (اؤ دَ مرګ نه پس صرف نېک عمل پکار راځی)۔
ف۳۵: یعنی ستاسو هېڅ یو کار دَ الله نه پټ نهٔ دے نو په زړهٔ کښې دَ الله خوف پیدا کړیٔ او دَ پرهیزګاریٔ لار اختیار کړیٔ ، دَ ګناهونو نه ځان بچ کړیٔ۔
وَ لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ نَسُوا اللّٰهَ فَاَنْسٰىهُمْ اَنْفُسَهُمْ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ۝۱۹
اؤ مهٔ کېږیٔ دَ هغه خلقو پهٔ شان چا چې هېر کړو الله نو بیا هېر کړل الله دَ هغوی نهٔ خپل ځانونه ، هم دغه خلق دی نافرمانه ف۳۶
ف۳۶: یعنی چا چې دَ الله تعالیٰ حقونه هیر کړل دَ هغهٔ دَ یادو نه غافل اؤ بې پرواه شو۔ الله تعالیٰ دَ هغوی نه خپل ځانونه هېر کړل چې دَ راتلونکی مصیبت نه دَ ځان بچ کؤلو څهٔ خیال ېٔ ونهٔ ساتلو ، په ګناهونو کښې غرق دی نو په دائمی نقصان اؤ ابدی تباهیٔ کښې ګېر شو۔
لَا یَسْتَوِیْۤ اَصْحٰبُ النَّارِ وَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ١ؕ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ۝۲۰
نهٔ دی برابر دَ دوزخ خلق اؤ دَ جنت خلق، دَ جنت خلق چې کوم دی هم دغه خلق مراد ته رسیدلی دی ف۳۷
ف۳۷: یعنی بنیادم ته پکار دی چې ځان دَ جنت حقدار کړی اؤ دَ دې طریقه دَ قرآن په هدایت دَ عمل کؤلو نه بغیر بله نشته۔
لَوْ اَنْزَلْنَا هٰذَا الْقُرْاٰنَ عَلٰی جَبَلٍ لَّرَاَیْتَهٗ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ١ؕ وَ تِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ۝۲۱
کهٔ مونږ نازل کړے وې دا قرآن په غر باندې نو تا به لیدلی وو چې دغه غر به ټیټ شوے وهٔ، چاؤدلے به وهٔ دَ الله دَ ویرې نه ف۳۸ اؤ دغه مثالونه مونږ اوروؤ خلقو ته چې دوی غور وکړی ف۳۹
ف۳۸: یعنی دا ډېره دَ افسوس خبره ده چې دَ بنده پهٔ زړهٔ دَ قرآن تاثیر ونهٔ شی۔ حال دا چې دَ قرآن دومره زبردست اثر دے۔ کهٔ دا قرآن دَ غر غوندې سخت څیز باندې راغلې وې (اؤ پهٔ غرهٔ کښې دَ پوهې استعداد وې ) نو هغه به هم دَ قرآن عظمت ته سر ټیټ کړے وهٔ اؤ دَ ډېره هیبته به ذرې ذرې شوے وهٔ۔
ف۳۹: حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ کافرو زړونه دَ کاڼی نه هم سخت دی چې دا کلام پرې اثر نهٔ کوی اؤ ایمان نهٔ راوړی۔ کهٔ غر په خبرو پوهېدے نو هغه به هم دَ دې کلام پهٔ اورېدو سر ټیټ کړے وهٔ اؤ تابعدار شوے به وهٔ۔
تنبیه: تر اوسه خو دَ کلام دَ عظمت اؤ لوییٔ ذکر وهٔ اوس دَ کلام راستوونکی دَ لوییٔ بیان دے۔
هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ١ۚ هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ۝۲۲
هغه الله دے چې نشته عبادت بې دَ هغهٔ نه دَ بل هېچا، عالم دے په هغې چې پټ دی اؤ په هغې چې ښکاره دی ، هغه ډېر مهربانه ، رحم والا دے ،
هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ اَلْمَلِكُ الْقُدُّوْسُ السَّلٰمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَیْمِنُ الْعَزِیْزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ١ؕ سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۝۲۳
هغه الله دے چې نشته عبادت بې دَ هغهٔ نه دَ بل هېچا۔ هغه بادشاه دے، پاک دَ ټولو عیبونو نه، سالم ف۴۰ ، امان ورکؤنکے ف۴۱ په خپل حفاظت کښې اخستونکے، زبردست، دَ طاقت والا، دَ لوییٔ خاوند ، پاک دے الله دَ دوی دَ شریکانو جوړؤلو نه ف۴۲
ف۴۰: یعنی دَ ټولو غیبونو اؤ کمزوریو نه پاک دے اؤ دَ ټولو آفتونو نه محفوظ دے۔ هېڅ یو بدی دَ هغهٔ دربار ته نشی رسېدے۔
ف۴۱: شیخ الهند رحمة الله علیه دَ ”مؤمن“ ترجمه امان ورکؤنکے کړے ده۔ یعنی دَ خپل کلام اؤ خپلو پیغمبرانو قولاً اؤ فعلاً تصدیق کؤنکے اؤ دَ ایماندارو په ایمان دَ تصدیق مُهر لګؤنکے۔
ف۴۲: یعنی دَ هغهٔ په ذات، صفاتو اؤ افعالو کښې هېڅوک نشی شریکېدے۔
هُوَ اللّٰهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی١ؕ یُسَبِّحُ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۠۝۲۴
هم هغه دے پیدا کؤنکے ، راوستونکے ف۴۳ ، شکل سموؤنکے ف۴۴ ، دَ هغهٔ دی ټول ښهٔ نومونه ف۴۵ ، پاکی بیانوی دَ هغهٔ څهٔ چې دی په آسمانونو کښې اؤ زمکه کښې ف۴۶ اؤ هم هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند ف۴۷
ف۴۳: دَ خالق اؤ باری فرق په سورت بنی اسرائیل کښې دَ آیت ” وَ یَسۡئَلُوۡنَكَ عَنِ الرُّوۡحِ “ پهٔ تفسیر کښې بیان شوے دے۔
ف۴۴: لکه چې دَ نُطفې پهٔ څاڅکی ېٔ دَ بنیادم تصویر ویستے وی۔
ف۴۵: یعنی دَ هغهٔ ټول نومونه پهٔ اعلیٰ درجه خوبو اؤ کمالونو دلالت کوی۔
ف۴۶: یعنی دَ حال پهٔ ژبه یا قال پهٔ ژبه۔ خو مونږ پرې نهٔ پوهېږو۔
ف۴۷: دَ الله تعالیٰ ټول اعلیٰ صفتونه اؤ کمالونه دې دوؤ صفتونو ته راګرځی ”عزیز“ اؤ ”حکیم“ عزیز دلالت کوی په کامل قدرت اؤ حکیم پهٔ کامل علم اؤ نور څومره کمالات چې دی پهٔ څهٔ نه څهٔ طریقه علم اؤ قدرت پورې تړلی دی۔ په احادیثو کښې دَ سورتِ حشر دَ آخری درے آیتونو ډېر صفت بیان شوے دے۔ هر مسلمان ته پکار دی چې سحر اؤ ماښام دَ دې آیتونو مستقله وظیفه کوی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ الۡمُمۡتَحِنَۃ مَدِیۡنَّۃٌ وَّ ھِیَ ثَلٰثَ عَشَرَۃَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِ
سورت ممتحنه پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې دیارلس آیتونه اؤ دوه رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّیْ وَ عَدُوَّكُمْ اَوْلِیَآءَ تُلْقُوْنَ اِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَ قَدْ كَفَرُوْا بِمَا جَآءَكُمْ مِّنَ الْحَقِّ١ۚ یُخْرِجُوْنَ الرَّسُوْلَ وَ اِیَّاكُمْ اَنْ تُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ رَبِّكُمْ١ؕ اِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِیْ سَبِیْلِیْ وَ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِیْ١ۖۗ تُسِرُّوْنَ اِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ١ۖۗ وَ اَنَا اَعْلَمُ بِمَاۤ اَخْفَیْتُمْ وَ مَاۤ اَعْلَنْتُمْ١ؕ وَ مَنْ یَّفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ۝۱
اے ف۱ ایماندارو مهٔ نیسیٔ زما دښمنان اؤ خپل دښمنان دوستان چې خبرونه ورته استویٔ پهٔ دوستیٔ سره ف۲ اؤ هغوی منکر دی دَ هغې حق دین نه کوم چې تاسو ته راغلے دے ف۳ دَ کلی نه وباسی رسولﷺ اؤ تاسو ، په دې خبره چې تاسو ایمان راؤړو پهٔ الله چې رَب دے دَ ستاسو ف۴ کهٔ تاسو راؤتی ییٔ دَ جهاد دپاره زما پهٔ لار کښې اؤ دَ طلب دپاره زما دَ رضا ف۵ تاسو استویٔ هغوی ته پټ خبرونه دَ دوستیٔ اؤ ما ته ښهٔ معلوم دی څهٔ چې تاسو پټویٔ اؤ څهٔ چې څرګندویٔ ف۶ اؤ پهٔ تاسو کښې چا چې داسې کار وکړو نو هغه خطا شو دَ سمې لارې نه ف۷
ف۱: رسول اکرمﷺ دَ مکې مشرکانو سره پهٔ حدیبیه کښې یوه صلح کړے وه دَ کومې تفصیل چې پهٔ سورتِ فتح کښې تېر شوے دے۔ دغه صلح دوه کاله وه بیا دَ مشرکانو دَ طرف نه ماته شوه۔ نو بیا رسول اکرمﷺ هم دَ مکې فتح کؤلو تیارے شروع کړو۔ دا تیارے ېٔ ډېر پټ ساتلے وهٔ چې هسې نه مشرکان هم ځان تیار کړی اؤ دَ مکې پهٔ حرم شریف کښې دَ جنګ حادثه پېښه شی۔ یو مسلمان حَاطِب بن ابی بلتعه ( چې مهاجر وهٔ اؤ دَ بدر پهٔ غزا کښې شریک شوے وهٔ ) دَ مکې حلقو ته خط ولیکلو چې مسلمانان پهٔ تاسو دَ حملې کؤلو سخت تیارے کوی۔ (دا خط ېٔ ډېر پټ استؤلے وهٔ ) حضورﷺ ته دَ وحې پهٔ ذریعه خبر وشو نو هغوی حضرت علیؓ دَ یو څو نورو اصحابو سره دَ هغهٔ دَ قاصد پهٔ تلاش کښې واستؤلو چې دا خبر قریشو ته ونهٔ رسی۔ هغوی ته ېٔ ووېٔ چې دَ مکې په لار به پهٔ فلانی ځاېٔ کښې تاسو یوه ښځه ووینیٔ دَ هغې سره یو خط دے دا خط ترې په څهٔ طریقه واخلیٔ ، دوی ورپسې ډېر چست روان شو اؤ ښځه ېٔ هم پهٔ هغه ځاېٔ لاندې کړه۔ هغې ترې ډېر پهٔ چل ول خط بچ کؤلو خو هغوی پرې نښوه آخر ېٔ ترې وصول کړو ( دَ سر په ویښتو کښې ېٔ چرته پټ یٔښې وهٔ) خط چې حضورﷺ ته واپس ورسېدو نو پته ولګېده چې دا خط حاطب بن ابی بلتعه دَ مکې مشرکانو ته لیکلے دے اؤ دَ حملې دَ تیاریٔ خبر ېٔ ورکړے دے۔ حضورﷺ حاطبؓ راوغوښتو چې داسې غلط کار دې ولې کړے دے ، ولې بیا کافر شوې څهٔ؟ هغهٔ عرض وکړو یا رسول اللهﷺ کافر شوے نه یم خو پهٔ مکه کښې مې بال بچ دے اؤ دَ حفاظت ېٔ هېڅوک نشته۔ ما پهٔ مشرکانو احسان اړؤلو چې دَ دې پهٔ بدله کښې به زما دَ بال بچ حفاظت وکړی۔ زما دا یقین وهٔ چې پهٔ دې خبر مشرکانو ته هېڅ خیر نهٔ رسی اؤ نهٔ پرې مسلمانانو ته څهٔ نقصان رسېدے شی۔ الله تعالیٰ چې له تا سره دَ کامیابیٔ کومې وعدې کړی دی هغه به ضرور پوره کیږی هېڅوک ېٔ نهٔ شی بندؤلے( اؤ دَ هغې خط مضمون هم دا وهٔ چې قسم په خداېٔ کهٔ رسول اللهﷺ یواځې دَ جنګ په نیت دروان شو نو هم به درباندې غلبه کیږی) بهرحال دَ حضرت حاطبؓ نه غټه غلطی شوے وه لېکن رحمتِ عالمﷺ اصحابو ته ووېٔ دهٔ ته بد رد مهٔ واییٔ دې دَ بدر پهٔ غزا کښې شریک شوے دے اؤ الله تعالیٰ دَ بدر دَ غازیانو ټول ګناهونه معاف کړی دی۔
ف۲: یعنی دَ مکې مشرکان دَ الله دښمنان دی اؤ ستاسو هم دښمنان دی نو داسې خلقو سره دَ دوستانے تعلق ساتل مسلمان سره نهٔ ښائی۔
ف۳: دَ حق دین نه منکر دی ځکه دَ الله تعالیٰ دښمنان دی۔
ف۴: یعنی پیغمبر اؤ تاسو ته ېٔ څومره تکلیفونه درکړی دی اؤ په وطن پرېښو ېٔ مجبور کړی ییٔ۔ صرف پهٔ دې وجه چې تاسو پهٔ یو الله ایمان راؤړو کوم چې دَ ستاسو ټولو رَب دے۔ نو دَ دې نه زیات دښمنان به نور څوک وی؟ دَ افسوس خبره ده چې تاسو داسې دښمنانو ته دَ دوستیٔ لاس غزویٔ۔
ف۵: یعنی کهٔ تاسو هجرت اؤ جهاد خالص زما دَ رضا دپاره کړی دی اؤ زما دَ رضا دپاره مو دا دومره بدی پهٔ سر اخستې وی نو بیا دَ داسې دښمنانو سره دوستی مهٔ ساتیٔ۔ آیا تاسو اوس دَ هغوی دَ راضی کؤلو دپاره الله دَ ځان نه ناراضه کؤل غواړیٔ (نعوذ بالله)
ف۶: یعنی بنده کهٔ یو کار دَ ټولې دنیا نه پټ وکړی نو څهٔ خیال ېٔ دے چې دَ الله نه به ېٔ هم پټ کړې شی؟ اؤ ګوریٔ حاطبؓ څومره پټ کار کړے وهٔ چې هېڅوک پرې نهٔ وو خبر خو الله ورباندې خبر وهٔ هغهٔ خپل رسولﷺ خبر کړو اؤ خبره دَ وخت نه مخکښې معلومه شوه۔
ف۷: یعنی یو کار پهٔ دې خیال پټ کؤل چې دَ الله نه به ېٔ هم پټ کړې شی سخته غلطی ده۔
اِنْ یَّثْقَفُوْكُمْ یَكُوْنُوْا لَكُمْ اَعْدَآءً وَّ یَبْسُطُوْۤا اِلَیْكُمْ اَیْدِیَهُمْ وَ اَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوْٓءِ وَ وَدُّوْا لَوْ تَكْفُرُوْنَؕ۝۲
کهٔ چرې تاسو هغوی ته پهٔ لاس ورشیٔ نو وی به مو دښمنان ، اوږدهٔ به کړی درته خپل لاسونه اؤ خپلې ژبې پهٔ بدیٔ ، اؤ غواړی چې پهٔ څهٔ چل تاسو هم (بیا) کافران شیٔ ف۸
ف۸: یعنی دَ کافرو نه دَ خیر هېڅ طمع مهٔ کویٔ۔ کهٔ تاسو ورسره هر څومره نیکی وکړیٔ خو کافر دَ مسلمان خیرخواه نشی کېدے۔ دَ دې خیرخواهیٔ اؤ احسان سره هم کهٔ پهٔ ګوتو ورغلیٔ نو هېڅ سرفه به درباندې ونهٔ کړی۔ چې څهٔ نقصان درسؤلے شی څهٔ کمے به پکښې ونهٔ کړی هغوی خو دا غواړی چې څنګه خپله دَ حق نه منکر دی دغه شان تاسو هم منکر کړی۔ نو آیا داسې کسان دَ دوستیٔ قابل دی؟ هرګز نه۔
لَنْ تَنْفَعَكُمْ اَرْحَامُكُمْ وَ لَاۤ اَوْلَادُكُمْ١ۛۚ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ۛۚ یَفْصِلُ بَیْنَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۳
پکار به مو رانهٔ شی خپلولی اؤ نهٔ خپل اولاد دَ قیامت پهٔ ورځ ، الله به فیصله کوی ستاسو ترمینځه ، اؤ الله څهٔ چې تاسو کویٔ ټول ښهٔ وینی ف۹
ف۹: حاطبؓ دا خط دَ بال بچ دَ حفاظت پهٔ خیال لیکلے وهٔ نو خبردارے ورکړې شو چې اولاد اؤ خپلوان دې پهٔ قیامت کښې هېڅ پکار نهٔ راځی هلته خو به یو یو ذره عمل ته کتے شی دَ هغې مناسب فیصله به کیږی اؤ دغه فیصله اولاد یا خپلوان هېڅوک نشی بدلؤلے نو بیا دا کوم عقل دے چې دَ اولاد دپاره الله ناراضه کړې شی۔ دَ الله رضا پهٔ هر څهٔ وړومبیٔ ده چې هغه راضی وی نو دَ هغهٔ پهٔ فضل به هر کار سم سم وی اؤ کهٔ هغه ناراضه وی نو هېڅ شے هم پکار نشی راتلے۔
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗ١ۚ اِذْ قَالُوْا لِقَوْمِهِمْ اِنَّا بُرَءٰٓؤُا مِنْكُمْ وَ مِمَّا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١٘ كَفَرْنَا بِكُمْ وَ بَدَا بَیْنَنَا وَ بَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَ الْبَغْضَآءُ اَبَدًا حَتّٰی تُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗۤ اِلَّا قَوْلَ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ لَاَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَ مَاۤ اَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ١ؕ رَبَّنَا عَلَیْكَ تَوَكَّلْنَا وَ اِلَیْكَ اَنَبْنَا وَ اِلَیْكَ الْمَصِیْرُ۝۴
تاسو ته تلل پکار دی پهٔ ښهٔ طریقه دَ ابراهیمؑ اؤ دَ هغه کسانو چې دَ هغهٔ سره وو کله چې ووې هغوی خپل قوم ته ”مونږ جدا یو له تاسو نه“ اؤ دَ هغه څیزونو نه چې تاسو ېٔ عبادت کویٔ دَ الله نه غېر ف۱۰ مونږ منکر یو له تاسو نه ف۱۱ اؤ څرګنده شوه زمونږ اؤ ستاسو ترمینځه دښمنی اؤ کینه همېشه دپاره تر دې چې تاسو ایمان راؤړیٔ پهٔ یو الله ف۱۲ مګر یوه خبره دَ ابراهیمؑ خپل پلار ته چې زهٔ به وغواړم معافی ستا دپاره اؤ زهٔ نهٔ یم مالک ستا دَ ګټې دَ الله دَ لاس نه دَ هېڅ څیز ف۱۳ اے زمونږ ربه زمونږ پهٔ تا تکیه ده اؤ تا ته رجوع کوو اؤ هم ستا طرف ته دَ ټولو راګرځېدل دی ف۱۴
ف۱۰: یعنی کوم کسان چې مسلمانېدل اؤ دَ ابراهیمؑ ملګری کېدل پهٔ خپله خپله موقع ټولو پهٔ خوله یا پهٔ عمل دَ دې بېزاریٔ اعلان کړے دے۔
ف۱۱: یعنی تاسو دَ الله نه منکر ېیٔ دَ هغهٔ حکم نهٔ منیٔ ، مونږ ستاسو دَ طریقې نه منکر یو اؤ هېڅ پروا مو نهٔ لرو۔
ف۱۲: یعنی زمونږ دښمنی اؤ بېزاری هله ختمېدے شی چې تاسو شرک پرېږدیٔ ، پهٔ یو الله ایمان راؤړیٔ اؤ تاسو هم دَ هغه مالک وفادار شیٔ دَ کوم چې مونږ یو نو بیا به مو سره دوستی جوړه شی۔
ف۱۳: یعنی زهٔ صرف دعا کؤلے شم نور دَ څهٔ نفع نقصان مالک نهٔ یم ، دَ الله اختیار دے بل څوک پکښې بندېز نهٔ شی راوستے۔ شاه صاحب لیکلی دی۔ ابراهیمؑ دَ وطن نه هجرت کړے وهٔ ، خپل قوم نه یو ځل جدا شوے وهٔ بیا ورته رانغلو۔ تهٔ هم داسې وکړه۔ لېکن ابراهیمؑ دَ پلار دپاره دعا غوښتې وه پهٔ بې خبریٔ کښې اؤ تهٔ خبر شوې نو تهٔ دَ کافر دپاره معافی مهٔ غواړه۔
تنبیه: دَ ابراهیمؑ پلار دپاره دَ معافیٔ دعا غوښتو قصه پهٔ سورتِ براءت کښې تېره شوے ده۔
ف۱۴: یعنی ټول مو پرېښول یو په تا مو تکیه وکړه، دَ قوم نه جُدا شُو، تا ته راواؤړېدو اؤ په دې ښهٔ پوهیٔدو چې ټول به آخر هم تا ته راګرځی۔
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ اغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۵
اے زمونږ رَبه مهٔ ګرځوه مونږ ازمېښت دَ کافرو دپاره ف۱۵ اؤ مونږ معاف کړه اے زمونږ ربه ف۱۶ بېشکه هم تهٔ ېٔ زبردست دَ حکمتونو خاوند ف۱۷
ف۱۵: یعنی مونږ دَ کافرانو دپاره دَ ازمېښت ځاېٔ مهٔ ګرځوه۔ اؤ داسې حال راباندې مهٔ راوله چې کافران راباندې خوشحاله شی، پهٔ اسلام پورې خندا وکړی اؤ ځان پهٔ حقه وګڼی۔
ف۱۶: یعنی زمونږ غلطی معاف کړه۔
ف۱۷: ستا دَ زبردست طاقت اؤ حکمت نه هم دا طمع کېدے شی چې تهٔ به خپل وفادار پهٔ دښمنانو غالب کړې۔
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْهِمْ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ كَانَ یَرْجُوا اللّٰهَ وَ الْیَوْمَ الْاٰخِرَ١ؕ وَ مَنْ یَّتَوَلَّ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ۠۝۶
ضرور تاسو ته تلل پکار دی دَ هغوی پهٔ ښهٔ طریقه ، څوک چې طمع لری دَ الله (دَ ملاقات) اؤ دَ آخرت دَ ورځې ، اؤ چا چې مخ واړؤلو نو بېشکه الله دے بې پرواه دَ ټولو تعریفونو مالک ف۱۸
ف۱۸: یعنی تاسو مسلمانانو ته یا هر هغه قوم ته چې پهٔ قیامت ېٔ یقین وی اؤ دَ الله سره دَ ملاقات طمع لری دَ ابراهیمؑ اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو پهٔ لار تلهٔ پکار دی خلق کهٔ درباندې هر څومره بد وائی اؤ سختی درسره کوی چې دَ هغې حقې لارې نه مخ وانهٔ ړویٔ کومه چې ابراهیمؑ قائمه کړے ده۔ ابدی کامیابی هم پهٔ دغه طریقه حاصلېدے شی۔ کهٔ دا لار پرېږدیٔ اؤ دَ خداېٔ دَ دښمنانو سره دوستی جوړویٔ نو تاوان مو خپل دے۔ الله دَ چا څهٔ پرواه لری۔ هغه پخپله دَ هر قسم کمالونو اؤ خوبو مالک دے۔ هغهٔ ته هېڅوک څهٔ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔
عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّجْعَلَ بَیْنَكُمْ وَ بَیْنَ الَّذِیْنَ عَادَیْتُمْ مِّنْهُمْ مَّوَدَّةً١ؕ وَ اللّٰهُ قَدِیْرٌ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۷
بېشکه جوړه به کړی الله دَ ستاسو اؤ ستاسو دَ دښمنانو ترمینځه دوستی، اؤ الله هر څهٔ کؤلے شی ، اؤ الله بخښونکے مهربانه دے ف۱۹
ف۱۹: یعنی دَ الله دَ قدرت نه څهٔ بعیده نهٔ ده چې کوم خلق نن ستاسو دښمنان دی صبا مسلمانان شی اؤ ستاسو بهترین ملګری اؤ خواږهٔ دوستان شی ، اؤ دَ مکې دَ فتح پهٔ موقع هم داسې وشوه۔ دَ مکې اکثر خلق مسلمانان شو اؤ چا چې پرون یو بل پسې تُورې راویستې وې نن دَ یو بل نه زارېدل۔ پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته تسلی ده چې دَ مکې دَ خلقو سره تعلق شلېدل عارضی دی بیا به دَ دې حاجت پاتې نهٔ شی نو پکار ده چې دې وخت کښې تعلقات بیخی ختم کړیٔ اؤ دَ الله دَ دښمنانو سره هر قسم دوستی ونهٔ ساتیٔ اؤ دَ چا نه کهٔ پهٔ دې کښې څهٔ کمزوری شوی وی هغه دې دَ الله نه معافی غواړی۔ الله تعالیٰ بخښونکے مهربانه دے هغه به ېٔ معاف کړی۔
لَا یَنْهٰىكُمُ اللّٰهُ عَنِ الَّذِیْنَ لَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ وَ لَمْ یُخْرِجُوْكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ اَنْ تَبَرُّوْهُمْ وَ تُقْسِطُوْۤا اِلَیْهِمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ۝۸
الله تاسو نهٔ منع کوی دَ هغه خلقو نه چې جنګ ېٔ نهٔ دے کړے درسره پهٔ دین کښې اؤ نهٔ ېٔ ویستی ییٔ دَ خپلو کورونو نه چې نیکی ورسره وکړیٔ اؤ دَ انصاف سلوک ، بېشکه دَ الله خوښ دی انصاف کؤنکی ف۲۰
ف۲۰: دَ مکې پهٔ مشرکانو کښې ځنې خلق داسې هم وو چې خپله خو مسلمانان شوی نهٔ وو لېکن مسلمانان ېٔ تنګؤل هم نه پهٔ چا ېٔ زور ظلم نهٔ کؤلو اؤ نهٔ ېٔ دَ مسلمانانو پهٔ شړلو کښې دَ ظالمانو امداد کؤلو۔ دَ داسې کافرانو سره نېکیٔ اؤ مرمیٔ کؤلو نه اسلام منع نهٔ ده کړے۔ هر کله چې هغوی له تاسو سره نرمی اؤ رواداری کوی نو دَ انصاف تقاضا دا ده چې تاسو هم ورسره ښهٔ سلوک وکړیٔ اؤ دنیا ته واضحه کړیٔ چې دَ اسلام اخلاقی معیار څومره وچت دے۔ دَ اسلام تعلیم دا نهٔ دے چې کهٔ دَ کافرو یوه ډله دَ مسلمانانو سره پهٔ جنګ وی نو دَ ټولو کافرو نه دې دَ هغې ډب وویستے شی۔ داسې کؤل انصاف نهٔ دے۔ پکار دا ده چې دَ نر ، ښځې ، لوېٔ وړوکے ، زوړ ځوان ، جنګ کؤنکی اؤ صلح کؤنکی ترمینځه دَ هغهٔ دَ حالاتو مناسب فرق وساتلے شی۔ دَ دې څهٔ تفصیل پهٔ سورتِ مائده اؤ آلِ عمران کښې تېر شوے دے۔
اِنَّمَا یَنْهٰىكُمُ اللّٰهُ عَنِ الَّذِیْنَ قٰتَلُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ وَ اَخْرَجُوْكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ وَ ظٰهَرُوْا عَلٰۤی اِخْرَاجِكُمْ اَنْ تَوَلَّوْهُمْ١ۚ وَ مَنْ یَّتَوَلَّهُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ۝۹
الله خو تاسو منع کوی دَ هغه کسانو نه چې جنګ ېٔ درسره کړے دے پهٔ دین کښې اؤ ویستی ېٔ ییٔ دَ خپلو کورونو نه اؤ شریک شوی دی دَ ستاسو پهٔ ویستو کښې ( الله تاسو منع کوی) دَ دې خبرې نه چې دوستی وکړیٔ (دَ داسې کسانو سره) اؤ چا چې دوستی وکړه دَ داسې خلقو سره نو هم دغه کسان دی ګنهګار ف۲۱
ف۲۱: دَ داسې ظالمانو سره تعلق ساتل بې انصافی اؤ ګناه ده (ربط) تر دې خو دَ کافرو دَ دوؤ ډلو (معانده اؤ مسالم) سره معاملې کؤلو بیان وشو مخکښې دَ هغې ښځو حکم بیانیږی کومې چې دَ دارالحرب (کافرو دَ ملک) نه دارالسلام (دَ مسلمانانو وطن) ته راشی۔ یا پهٔ دارالحرب کښې پاتې شی۔ واقعه داسې ده چې دَ حدیبیئے پهٔ صلح کښې دَ مکې خلقو سره یو شرط دا وهٔ چې کهٔ دَ مکې نه څوک مسلمانانو ته راشی نو مسلمانان به ېٔ هغوی ته بیا واپس کوی۔ اؤ حضورﷺ دا شرط منلې وهٔ اؤ پهٔ دې طریقه څو سړی مکې ته واپس استؤلی شوی وو بیا یو څو مسلمانانې ښځې مدینې منوّرې ته راغلې کهٔ هغه ېٔ واپس کؤلے نو دَ کافرانو سره وسېدل خو هغوی له حرام وو نو دا آیتونه نازل شو اؤ حضورﷺ هغه ښځې واپس نهٔ کړې۔ معلومیږی داسې چې کافران هم پرې غلی شو۔ ګنی معاهده به پهٔ دغه وخت ماته شوے وه۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا جَآءَكُمُ الْمُؤْمِنٰتُ مُهٰجِرٰتٍ فَامْتَحِنُوْهُنَّ١ؕ اَللّٰهُ اَعْلَمُ بِاِیْمَانِهِنَّ١ۚ فَاِنْ عَلِمْتُمُوْهُنَّ مُؤْمِنٰتٍ فَلَا تَرْجِعُوْهُنَّ اِلَی الْكُفَّارِ١ؕ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَ لَا هُمْ یَحِلُّوْنَ لَهُنَّ١ؕ وَ اٰتُوْهُمْ مَّاۤ اَنْفَقُوْا١ؕ وَ لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ اِذَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ١ؕ وَ لَا تُمْسِكُوْا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَ سْـَٔلُوْا مَاۤ اَنْفَقْتُمْ وَ لْیَسْـَٔلُوْا مَاۤ اَنْفَقُوْا١ؕ ذٰلِكُمْ حُكْمُ اللّٰهِ١ؕ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۱۰
اے ایماندارو کله چې راشی تاسو ته ایماندارې ښځې چې وطن پرېږدی نو وې ازماییٔ ، الله ښهٔ خبر دے دَ هغوی پهٔ ایمانونو ف۲۲ بیا کهٔ ېٔ وپېژنیٔ چې ایماندارې دی نو مهٔ ېٔ واپس کویٔ کافرانو ته، نهٔ دا ښځې حلالې دی کافرانو ته اؤ نهٔ دا کافران حلال دی دې ښځو ته ، اؤ ورکړیٔ کافرانو ته څهٔ چې هغوی خرچ کړی دی ، اؤ په تاسو څهٔ ګناه نشته کهٔ پهٔ نکاح واخلیٔ دغه ښځې کوم وخت چې ورکړیٔ ورته خپل مهر ف۲۳ اؤ پهٔ قبضه کښې مهٔ ساتیٔ عزت دَ کافرو ښځو ، اؤ وغواړیٔ څهٔ چې تاسو خرچ کړی دی اؤ ودې غواړی دغه کافر له تاسو نه څهٔ چې هغوی خرچ کړی دی ، دا دَ الله فیصله ده ، هغه فیصله کوی ستاسو ترمینځه اؤ الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ف۲۴ ۔
ف۲۲: یعنی دَ زړهٔ حال خو ېٔ الله ته معلوم دے خو تاسو ېٔ ظاهری حال معلوم کړیٔ چې رښتیا مسلمانانې دی اؤ دَ دین پهٔ خاطر ېٔ هجرت کړے دے اؤ کهٔ پهٔ بل څهٔ غرض راغلی دی۔ دَ ځنې روایاتو نه معلومیږی چې دا تحقیق به حضرت عمرؓ کؤلو اؤ دَ حضورﷺ دَ طرفه به ېٔ دَ دې ښځو نه بیعت اخستو۔ کله کله به ورته حضور اللهﷺ خپله هم بیعت کؤلو لکه دَ مخکښې آیت۔ یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِذَا جَآءَكَ الْمُؤْمِنٰتُ یُبَایِعْنَكَ الخ چې معلومیږی۔
ف۲۳: دا حکم وشو چې پهٔ ښځه خاوند کښې یو مسلمان شی اؤ بل پهٔ خپل حال مشرک پاتې شی نو دَ دین دَ اختلاج پهٔ وجه ېٔ دَ نکاح تعلق پاتې نهٔ شو۔ نو کهٔ دَ یو مشرک ښځه مسلمانه شی ، دارالاسلام ته هجرت وکړی نو کوم مسلمان چې هغه پهٔ نکاح اخلی پهٔ هغه ضروری ده چې هغې کافر ته څومره مهر چې هغهٔ ښځې ته ورکړے وی واپس کړی۔ اؤ اوس چې دهٔ سره نکاح دپاره دَ ښځې کوم مهر مقرر شوے وی هغه ېٔ جدا پهٔ ذمه دے (ګویا کهٔ دوه مهره به ورکوی)
ف۲۴: دَ دې حکم پهٔ مقابله کښې بل حکم دا وشو چې کهٔ یو سړے مسلمان شو ، هجرت ېٔ وکړو اؤ ښځه ېٔ کافره دَ کافرو پهٔ ملک (دارالحرب)کښې پاتې شوه نو هلته کوم کافر کهٔ هغه پهٔ نکاح اخلی نو دې مسلمان چې څومره مهر دې ښځې ته ورکړے وهٔ هغه به دې مسلمان ته واپس کوی ، دغه شان به دواړه دَ یو بل نه خپل حق غوښتے شی۔ دا حکم چې نازل شو نو مسلمانانو خو ومنلو ، اخستلو اؤ ورکؤلو ته تیار شو مګر کافرانو ونهٔ منلو نو بیا دا بل آیت نازل شو۔
وَ اِنْ فَاتَكُمْ شَیْءٌ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ اِلَی الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَاٰتُوا الَّذِیْنَ ذَهَبَتْ اَزْوَاجُهُمْ مِّثْلَ مَاۤ اَنْفَقُوْا١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اَنْتُمْ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ۝۱۱
اؤ کهٔ لاړې شی ستاسو دَ لاسه څهٔ ښځې کافرو ته بیا پهٔ تاسو وار راشی نو ورکړیٔ هغه کسانو ته چې ښځې ترې تلې وی څومره چې هغوی خرچ کړے وی ، اؤ ویره کویٔ دَ هغې الله نه چې ایمان مو پرې راؤړے دے ف۲۵
ف۲۵: یعنی کهٔ دَ یو مسلمان ښځه پاتې شوه اؤ کافر هغهٔ ته خپل تاوان نهٔ واپس کوی نو کوم مسلمان ته چې دَ کافر ښځه پهٔ لاس راغلے ده هغه دې دَ هغې تاوان کافر ته نهٔ ورکوی بلکې هغه مسلمان ته دې ورکړی دَ چا نه چې ښځه پاتې ده۔ البته کهٔ دَ هغے مسلمان مهر لږ وهٔ اؤ دَ کافر زیات وهٔ نو هغه زیاتی دې کافر ته واپس کړی۔ ځنې عالمانو لیکلی دی کهٔ یو مسلمان دَ کافر دَ خرچ واپس کؤلو طاقت نهٔ لری نو دا خرچ به اسلامی حکومت دَ خزانې (بیت المال) نه ورکؤلے شی ”الله اکبر“ څومره دَ عدل و انصاف حکم دے دَ شریعت۔ لېکن پهٔ دې حکم عمل صرف هغه خلق کؤلے شی دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ خدائې ویره وی اؤ دَ چا چې پهٔ الله پوخ ایمان وی۔
تنبیه: ځنې مفسرانو ”عَاقَبۡتُمۡ “ نه مطلب مالِ غنیمت اخستے دے۔ یعنی بیا پهٔ جهاد کښې دَ کافرو څهٔ مال چې پهٔ لاس راشی نو دَ هغے نه اول دَ دغه مسلمان تاوان پوره کړیٔ ( دَ کوم ښځه چې کافرو سره پاتې ده اؤ تاوان ېٔ نهٔ ورکوی ) باقی پاتې پهٔ غازیانو تقسیم کړیٔ۔
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِذَا جَآءَكَ الْمُؤْمِنٰتُ یُبَایِعْنَكَ عَلٰۤی اَنْ لَّا یُشْرِكْنَ بِاللّٰهِ شَیْـًٔا وَّ لَا یَسْرِقْنَ وَ لَا یَزْنِیْنَ وَ لَا یَقْتُلْنَ اَوْلَادَهُنَّ وَ لَا یَاْتِیْنَ بِبُهْتَانٍ یَّفْتَرِیْنَهٗ بَیْنَ اَیْدِیْهِنَّ وَ اَرْجُلِهِنَّ وَ لَا یَعْصِیْنَكَ فِیْ مَعْرُوْفٍ فَبَایِعْهُنَّ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۲
اے نبیﷺ کله چې راشی تا ته ایماندارې ښځې چې بیعت کوی پهٔ دې خبرو چې نهٔ به شریکوی دَ الله سره هېڅ شے اؤ نهٔ به غلا کوی اؤ نهٔ به بدکاری کوی اؤ نهٔ به خپل اولاد وژنی ف۲۶ اؤ دَ دروغو تهمت به نهٔ تړی پهٔ خپلو لاسونو اؤ پهٔ خپلو پښو ف۲۷ اؤ نهٔ به ستا نافرمانی کوی پهٔ څهٔ ښهٔ کار کښې، نو تهٔ ورته بیعت وکړه ف۲۸ اؤ دَ الله نه دوی دپاره معافی وغواړه ، بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے ف۲۹
ف۲۶: یعنی څنګه چې دَ مشرکانو دستور وهٔ چې دَ شرمه به ېٔ وړې جینکۍ ژوندیٔ ښخؤلے اؤ چا به دَ غریبۍ دَ ویرې خپل اولاد وړوکوالی کښې پخپله وژلو چې لوی شی نو خوراک جامه به رانه غواړی۔
ف۲۷: دروغ به نهٔ جوړوی پهٔ خپلو لاسو اؤ خپلو پښو۔ مطلب دا چې پهٔ چا به دَ دروغو دعویٰ نهٔ کوی۔ دَ دروغو ګواهی به نهٔ کوی۔ پهٔ دروغه به قسم نهٔ خوری اؤ یوه معنیٰ ېٔ دا هم بیان شوے ده چې اولاد ېٔ شوے وی دَ بل سړی نه اؤ دا ېٔ نسبت خپل خاوند ته کوی یا اولاد دَ بلې ښځې وی اؤ دا ورباندې دَ دروغو دعویٰ وکړی۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی چا چې دَ یو کس دَ اولاد نسبت بل ته وکړو پهٔ هغهٔ جنت حرام دے۔
ف۲۸: مخکښې آیت کښې وئیلی شوی وو چې کومې مسلمانانې ښځې هجرت وکړی نو دَ هغوی دَ ایمان تحقیق کویٔ۔ دې آیت کښې ښئیلی شی چې هغه ازمېښت اؤ تحقیق دا دے چې دا حکمونه کوم چې پهٔ دې آیت کښې بیان شوی دی کهٔ دا منی اؤ اقرار کوی نو دَ هغوی ایمان کره دے۔ دې آیت ته آیتِ بیعت وئیلے شی۔ رسول اللهﷺ ته به ښځې راتلې اؤ دَ دې خبرو اقرار به ېٔ کؤلو۔ لېکن دَ بیعت اخستو پهٔ وخت کښې حضورﷺ دَ ښځو لاس ته لاس نهٔ ور وړو (یعنی څنګه چې دَ بیعت اؤ اقرار اخستو دستور دے چې یو بل ته لاس ورکړی اؤ مصافحه وکړی)
ف۲۹: یعنی کهٔ مخکښې ترېنه پهٔ دې حکمونو کښې څهٔ سستی شوی وی یا وروستو ترې څهٔ غلطی وشی تهٔ دَ دوی دپاره دَ الله نه معافی وغواړه ستا پهٔ برکت به ورته مهربانه بادشاه ګناهونه معاف کړی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ قَدْ یَىِٕسُوْا مِنَ الْاٰخِرَةِ كَمَا یَىِٕسَ الْكُفَّارُ مِنْ اَصْحٰبِ الْقُبُوْرِ۠۝۱۳
اے ایماندارو دوستی مهٔ کویٔ دَ داسې کسانو سره چې پهٔ غضب شوے دے ورته الله ف۳۰ دوی نااُمیده دی دَ آخرت نه لکه چې نااُمیده دی کافران دَ قبرونو دَ خاوندانو نه ف۳۱
ف۳۰: دَ سورت پهٔ شروع کښې چې کومه خبره شوے وه پهٔ آخر کښې ېٔ هغه بیا یاده کړه یعنی مؤمن سره نهٔ ښائی چې دَ چا نه الله ناراضه دے دَ هغوی سره دوستی جوړه کړی دَ چا نه چې الله ناراضه دے دَ الله دوستانو ته هم دَ هغوی نه ناراضه کېدل پکار دی۔
ف۳۱: یعنی دَ کافرانو پهٔ دې خبره یقین نشته چې یوه ورځ به مړی دَ قبر نه پاڅی اؤ بیا به یو بل وینی دغه شان دا دَ مکې مشرکان هم دَ دوباره ژوند نه مایوسه دی۔
تنبیه: ځنې مفسرانو ” مِنْ اَصْحٰبِ الْقُبُوْرِ۠ “ دَ کفّارو دپاره بیان منلے دے۔ یعنی کوم کافران چې قبرونو ته رسیدلی دی اؤ دَ هغې ځائې حالات ېٔ لیدلی دی۔ دَ الله دَ مهربانیٔ اؤ راضی کېدو نه مایوسه شوی دی ، دغه شان دا کافران دَ آخرت نه مایوسه دی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ الصَّفِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ عَشۡرَۃ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِ
سورت صف مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې څوارلس آیتونه اؤ دوه رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ۚ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۱
تسبیح وائی دَ الله څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه دی ، اؤ هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند ،
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِمَ تَقُوْلُوْنَ مَا لَا تَفْعَلُوْنَ۝۲
اے ایماندارو ولے واییٔ پهٔ خلهٔ څهٔ چې کویٔ نه ،
كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا لَا تَفْعَلُوْنَ۝۳
ډېره دَ ناخوښیٔ خبره ده دَ الله سره دا چې وکړیٔ داسې خبره کومه چې نهٔ کویٔ،
اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِهٖ صَفًّا كَاَنَّهُمْ بُنْیَانٌ مَّرْصُوْصٌ۝۴
بېشکه الله خوښوی هغه کسان چې جنګ کوی دَ الله پهٔ لار کښې پهٔ قطار کښې (داسې کلک ولاړ ) لکه پهٔ سِیکه کلک کړے دیوال ف۱
ف۱: بنده ته لافې وهل اؤ لوېٔ لوېٔ خبرې نهٔ دی پکار۔ پهٔ خلهٔ خبره کؤل خو آسان دی لېکن دَ هغې پوره کؤل ګران دی۔ الله تعالیٰ دَ هغه بنده نه ډېر ناراضه کیږی څوک چې خبرې کوی اؤ هغه شان کار بیا نهٔ کوی۔ یو حدیث شریف دے چې یو ځاېٔ کښې ګڼ مسلمانان راجمع وو۔ وئیل ېٔ چې کهٔ مونږ ته پته ولګی چې دَ الله تعالیٰ کوم کارونه ډېر خوښ دی نو مونږ به هم هغه شان کارونه کوو۔ نو دا آیتونه نازل شو چې ګورې په فکر خبرې کویٔ داسې خبرې مهٔ کویٔ چې بیا ېٔ کؤلے نهٔ شیٔ۔ زهٔ درته ښایم دَ الله تعالیٰ هغه کسان ډېر خوښ دی څوک چې دَ دښمن پهٔ مقابله کښې دَ وسپنې دَ مضبوط دیوال پهٔ شان کلک ولاړ وی اؤ دَ جنګ پهٔ میدان کښې ېٔ داسې صف بندی کړی وی لکه مضبوط دیوال چې پیوندونه ېٔ پهٔ سیکه وروستی شوی وی چې هېڅ ځاېٔ پکښې څوک نړؤلے نهٔ شی۔ اوس خپل ځانونه پهٔ دې معیار وتلیٔ بېشکه پهٔ تاسو کښې به ډېر کسان داسې وی چې پهٔ دې معیار به پوره وخیژی خو ځنې موقعې داسې هم راغلی دی چې ځنی کسان پکښې کمزوری ختلی دی۔ کوم وخت چې دَ جهاد حکم نازل شو نو ځنې کسانو وئیلی وو ” رَبَّنَا لِمَ کَتَبۡتَ عَلَیۡنَا الۡقِتَالَ لَوۡلَا اَخَّرۡتَنَا“ الخ
(اے ربه پهٔ مونږ دے جنګ ولې فرض کړو لږ مهلت به دے راکړے وهٔ)
بهرحال پهٔ خلهٔ غټې غټې دعویٰ مهٔ کویٔ خو دَ الله دَ رضا دپاره قربانی پېش کویٔ هغه به درته وچتې مرتبې درکړی۔ دَ موسیٰؑ قوم ته وګوریٔ پهٔ خلهٔ خو ېٔ ډېرې لافې ویشتې خو دَ عمل پهٔ میدان کښې بیا هېڅ هم نهٔ وو۔ کله چې به پرې څهٔ سخته راغله نو ګډې وډې به ېٔ شروع کړې اؤ خپل پیغمبر ته به ېٔ تکلیف رسؤلو۔ دَ هغې چې څهٔ نتیجه راووته هغه مخکښې آیتونو کښې بیانیږی ۔
وَ اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ لِمَ تُؤْذُوْنَنِیْ وَ قَدْ تَّعْلَمُوْنَ اَنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ١ؕ فَلَمَّا زَاغُوْۤا اَزَاغَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ۝۵
اؤ کوم وخت چې ووېٔ موسیٰؑ خپل قوم تهٔ اے زما قومه ولې مې تنګویٔ اؤ تاسو ښهٔ پوهېږیٔ چې زهٔ درته دَ الله راستؤلے شوے رسول یم ف۲ بیا کوم وخت چې ترې هغوی وګرځېدل نو وګرځؤل الله دَ هغوی زړونه اؤ الله لار نهٔ ورکوی نافرمانه خلقو ته ف۳
ف۲: یعنی دَ څرګندو معجزو اؤ واضحو دلیلونو نه پس ستاسو پهٔ زړهٔ کښې پوخ یقین شوے وې چې زهٔ دَ الله رسول یم نو بیا داسې کارونه ولې کویٔ چې ما ته پرې تکلیف رسی۔ کله دَ یو معمولی سخی عبادت شروع کړیٔ اؤ واییٔ چې دا زمونږ اؤ دَ موسیٰؑ خدائې دے اؤ کله چې درته دَ جهاد حکم وشی نو واییٔ چې تهٔ اؤ خدائې دې لاړ شیٔ جنګ وکړیٔ مونږ خو به دلته ناست یو۔ فَاذْهَبْ اَنْتَ وَ رَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ“ هم دغه شان کارونو نه موسیٰؑ تنګ شو نو خدائې ته ېٔ فریاد وکړو ” اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِیْ وَ اَخِیْ فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَ بَیْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ“
ف۳: قاعده ده څوک چې ډېر ګناهونه کوی زړهٔ ېٔ سخت اؤ تور شی تردې چې دَ ګناه احساس ېٔ ختم شی اؤ بیا ورته ګناه څهٔ ګناه نهٔ ښکاری۔ پهٔ دې حالت کښې بیا پهٔ زړهٔ کښې دَ نیکیٔ څهٔ ګنجائش پاتې نهٔ شی اؤ سمې لارې ته دَ راؤړېدو څهٔ طمع ېٔ پاتې نهٔ شی دغه حال دَ بنی اسرائیلو شوے وهٔ۔ پهٔ هر کار کښې به ېٔ دَ خپل رسول نافرمانی کؤله۔ آخر مردود شو اؤ الله تعالیٰ ېٔ زړونه داسې بند کړل چې دَ نیکیٔ قبلؤلو ځائې پکښې پاتې نهٔ شو اؤ دَ داسې ضدیانو اؤ نافرمانو سره دَ الله تعالیٰ هم دغه طریقه ده۔
وَ اِذْ قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ مُّصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَ مُبَشِّرًۢا بِرَسُوْلٍ یَّاْتِیْ مِنْۢ بَعْدِی اسْمُهٗۤ اَحْمَدُ١ؕ فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ۝۶
اؤ کوم وخت چې ووېٔ دَ مریم ځوی عیسیٰؑ اے بنی اسرائیلو زهٔ دَ الله رسول راغلے یم تاسو ته تصدیق کؤنکے دَ هغې کتاب توریٰت چې زما نه مخکښې دے ف۴ اؤ خوشخبری ورکؤنکے یم دَ یو رسول چې راځی به زما نه پس دَ هغهٔ نوم دے احمد ف۵ نو بیا کوم وخت چې راغلو (دغه احمدﷺ ) دې خلقو ته دَ څرګندو نشانو سره دوی ووېٔ دا خو څرګند جادو دے ف۶
ف۴: یعنی اصلی توریٰت دَ الله کتاب منم اؤ دَ هغې دَ حکمونو اؤ خبرونو تصدیق کوم۔ دَ اسلام بنیادی اصول هم هغه دی کوم چې دَ توریٰت دی۔
تنبیه: علامه ابن کثیرؒ اؤ نورو مفسرانو دَ ” مُّصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیَّ “ مطلب دا بیان کړے دے چې زما وجود دَ توریٰت دَ خبرونو تصدیق کوی ځکه چې زهٔ هم هغه شان یم څنګه چې زما متعلق توریٰت کښې پېشنګوئی شوے ده۔ والله اعلم۔
ف۵: یعنی دَ تیر رسول تصدیق کوم اؤ دَ راتلونکی رسول خبر درکوم۔ داسې خو ټولو مخکښینیو رسولانو دَ آخری نبیﷺ دَراتلو خبر خپل خپل اُمت ته ورکړے وهٔ۔ لېکن څنګه صفا صفا اؤ واضحو الفاظو کښې چې حضرت عیسٰیؑ خپل اُمت ته دَ آخری نبیﷺ دَ راتلو خبر ورکړے وهٔ۔ داسې پهٔ صفا الفاظو دَ بل رسول نه نهٔ دے نقل شوے شاید ځکه چې دَ عیسٰیؑ اؤ رسول اللهﷺ ترمینځه بل رسول نهٔ وهٔ۔ دا صحیح ده چې دَ یهودیانو اؤ عیسایانو دَ بې پرواییٔ اؤ بې انصافیٔ پهٔ وجه نن پهٔ دنیا کښې دَ توریٰت اؤ انجیل داسې صحیح نسخه نشی موندے چې رد بدل پکښې نهٔ وی شوے نو مونږ ته پوره پته نهٔ لګی چې حضرت عیسٰیؑ اؤ نورو مخکښینیو رسولانو دَ نبی آخرالزمان خبر خپل قوم ته پهٔ کومو الفاظو ورکړے وهٔ۔ چونکې دَ توریٰت اؤ انجیل اصلی نسخې نشته نو هېچا ته دا حق نشته چې پهٔ موجوده بائبل اؤ انجیل کښې داسې صفا پېشنګوئی نهٔ موندو پهٔ وجه دَ قرآن کریم پهٔ صفا اؤ واضح بیان څهٔ قسم شک وکړی۔ بیا هم دا دَ آخری نبی یوه واضحه معجزه ده چې تحریف کؤنکیو ته الله دومره قدرت نهٔ دے ورکړے چې دَ رسول اللهﷺ نوم ېٔ دَ مخکښینیو کتابونو نه بالکل وېستے وې۔ پهٔ موجوده بائبل کښې هم بې شماره ځایه دَ رسول اللهﷺ ذکر پهٔ صفا الفاظو کښې موجود دے اؤ یو انصاف دار سړے هم ترې انکار نهٔ شی کؤلے۔ دَ یُوحّنا پهٔ انجیل کښې خو دَ فارقلیط خوشخبری دومره واضحه ده چې دَ هغې مصداق دَ رسولِ عربیﷺ نه بغیر بل څوک نهٔ شی کېدے۔ دَ یهودیانو عالمان هم مجبورًا دَ دې اقرار کوی۔ دَ اسلام عالمانو پهٔ دې مستقل کتابونه لیکلی دی اؤ دَ تفسیرِ حقانی فاضل مصنف خو پهٔ سورتِ صف کښې دَ فارقلیط پهٔ بشارت اؤ دَ توریٰت و انجیل پهٔ رد بدل ډېر تفصیلی بحث کړے دے۔ (جزاه الله)
ف۶: یعنی چې حضرت مسیحؑ څرګندې معجزې پېش کړې یا هغهٔ چې دَ چا خبر ورکړے وهٔ ( محمّد مصطفٰیﷺ ) واضحې معجزې پېش کړې نو خلقو ورته جادو ووېٔ۔
وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَ هُوَ یُدْعٰۤی اِلَی الْاِسْلَامِ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۝۷
اؤ دَ هغهٔ نه زیات بې انصافه څوک دے چې جوړوی پهٔ الله باندې دروغ اؤ دې بللې شی اسلام ته ف۷ اؤ الله لار نهٔ ورکوی بې انصافه خلقو ته ف۸
ف۷: یعنی کله چې ورته دَ مسلمانېدو ووئیلی شی نو حق پټوی اؤ په حضورﷺ ایمان نهٔ راوړو دپاره دَ دروغو بهانې جوړوی۔ دا ظالمان خو پهٔ آسمانی کتابونو کښې موجود خبرو نه انکار کوی اؤ دَ ځانه پکښې نورې خبرې لیکی، دَ دې نه زیات ظلم به نور څهٔ وی؟
ف۸: یعنی دَ داسې بې انصافو پهٔ نصیب کښې هدایت چرته دے۔ اؤ ممکنه ده چې دَ لَا یَهۡدِیۡ مطلب دا وی چې دا ظالمان کهٔ هر څومره انکار اؤ تحریف (رد و بدل) وکړی الله تعالیٰ کامیابی نهٔ ورکوی۔ دَ حضورﷺ متعلق خبرونه کهٔ دوی هر څومره پټول خو کامیاب پکښې نهٔ شول۔ اوس هم دَ دوی دَ رد و بدل اؤ کوششونو سره پهٔ آسمانی کتابونو کښې دَ نبی آخرالزمان متعلق ډېر څهٔ موجود دی۔
یُرِیْدُوْنَ لِیُطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ وَ اللّٰهُ مُتِمُّ نُوْرِهٖ وَ لَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ۝۸
دوی غواړی چې مړ کړی دَ الله نور دَ خلې پهٔ پوکیو ، اؤ الله پوره کؤنکے دے دَ خپل نور اګر کهٔ کافران ېٔ بد ګڼی ف۹
ف۹: یعنی په کافرانو کهٔ هر څومره بد لګی خو الله تعالیٰ به خپل نور ضرور پوره کوی۔ دَ اسلام نور به پهٔ ټوله دنیا خوریږی۔ دَ اسلام دَ نور بندؤلو کوشش داسې دے لکه یو کم عقل کهٔ نمر ته پوکی ورکوی چې رڼا ېٔ مړه شی۔
تنبیه: شاید چې ”بِاَفۡوَاهِهِمۡ“ لفظ کښې دې ته هم اشاره وی چې دَ حضورﷺ دَ بشارت پټؤلو دپاره چې دوی هر څومره دروغ خبرې جوړوی ، کامیابېدے نشی۔
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَ دِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ۠۝۹
هم هغه دے چا چې راواستؤلو خپل رسولﷺ پهٔ هدایت اؤ رښتونی دین چې پورته ېٔ کړی پهٔ ټولو دینونو اګر کهٔ مشرکان ېٔ بد ګڼی ف۱۰
ف۱۰: دَ دې آیت تفسیر پهٔ سورتِ برات کښې تېر شوے دے هغه وګوریٔ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی تِجَارَةٍ تُنْجِیْكُمْ مِّنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ۝۱۰
اے ایماندارو آیا زهٔ وښایٔم تاسو ته داسې سوداګری چې خلاص مو کړی دَ دردناک عذاب نه۔
تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ تُجَاهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِكُمْ وَ اَنْفُسِكُمْ١ؕ ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَۙ۝۱۱
ایمان راؤړیٔ پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسولﷺ اؤ جهاد وکړیٔ دَ الله پهٔ لار کښې پهٔ خپلو مالونو اؤ پهٔ خپلو سرونو ، هم دغه بهتره ده ستاسو پهٔ حق کښې کهٔ تاسو پوهېږیٔ۔
یَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ وَ یُدْخِلْكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ وَ مَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ١ؕ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُۙ۝۱۲
معاف بهٔ کړی درته ګناهونه اؤ داخل به مو کړی داسې باغونو کښې چې بهیږی ورلاندې نهرونه ف۱۱ اؤ صفا سُتره کورونه دَ همیشه وسېدو پهٔ باغونو کښې ف۱۲ هم دغه ده غټه کامیابی
ف۱۱: یعنی دا دین پهٔ ټولو دینونو غالب کؤل خو دَ الله کار دے۔ اؤ ستاسو کار دا دے چې دَ دې دَ غالب کؤلو دپاره هر قسم کوشش وکړیٔ اؤ سر اؤ مال پرې قربان کړیٔ۔ دا داسې سودا ده چې هېڅ تاوان پکښې نشته۔ پهٔ دنیا کښې خلق ډېر قسمه تجارت اؤ سوداګری کوی خپل ټول مال پکښې ولګوی اؤ پهٔ دې طمع خپل پوره کوشش وکړی۔ چې نفع پکښې وشی نو باقی ژوند اؤ دَ بال بچ ژوند به مو پهٔ آرام شی۔ (خو تجارت کښې کله نفع وشی اؤ کله ونهٔ شی) اؤ مسلمانان خپله سرمایه دې دپاره لګوی اؤ خپل پوره کوشش دې دپاره کوی چې دَ آخرت مستقل ژوند ېٔ ښهٔ شی اؤ دَ آخرت دَ دردناک عذاب دَ تاوان نه بچ شی۔ نو دَ مسلمانانو دا تجارت داسې تجارت دے چې یو خو ېٔ نفع ډېره غټه ده۔ دائمی ژوند پهٔ آرام کېدل اؤ دَ الله رضا حاصلېدل۔ اؤ بل دا چې دې تجارت کښې نفع یقینی ده دَ تاوان څهٔ ویره پکښې نشته۔
ف۱۲: یعنی دَ مؤمنانو دَ همېشه استوګې دپاره به پهٔ اعلیٰ باغونو کښې دننه صفا سُتره اعلیٰ کورونه وی۔ دا خو ېٔ دَ آخرت کامیابی شوه۔ مخکښې دَ دنیا کامیابی اؤ اعلیٰ درجې بیانیږی۔
وَ اُخْرٰی تُحِبُّوْنَهَا١ؕ نَصْرٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ فَتْحٌ قَرِیْبٌ١ؕ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۳
اؤ یو بل څیز دے چې تاسو ېٔ خوښویٔ دَ الله دَ طرف نه امداد اؤ نژدے فتح ف۱۳ ، اؤ خوشخبری ورکړه ایماندارو ته ف۱۴
ف۱۳: یعنی دا اصلی اؤ غټه کامیابی خو به پهٔ آخرت کښې وی چې دَ دې مخکښې دَ ټولې دنیا بادشاهی هم هېڅ نهٔ ده۔ اؤ پهٔ دنیا کښې به هم یو څیز ورکړې شی چې دوی به پرې ډېر خوشحاله شی هغه څهٔ شے دے ، دَ الله دَ طرف نه یو خاص امداد اؤ زر حاصلېدونکے یوه فتح اؤ کامیابی۔ دنیا ولیده چې دَ وړومبنیٔ زمانې مسلمانانو سره الله خپله وعده څنګه پوره کړه اؤ پهٔ کافرانو ېٔ څنګه غالب کړل۔ نن هم کهٔ مسلمان پهٔ رښتیا اؤ ایمانداریٔ دَ جهاد پهٔ لار روان شی نو کامیابی ېٔ یقینی ده۔
ف۱۴: ځکه چې دا خوشخبری هم یو مستقل انعام دے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْۤا اَنْصَارَ اللّٰهِ كَمَا قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ لِلْحَوَارِیّٖنَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ١ؕ قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ فَاٰمَنَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْۢ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَ كَفَرَتْ طَّآىِٕفَةٌ١ۚ فَاَیَّدْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا عَلٰی عَدُوِّهِمْ فَاَصْبَحُوْا ظٰهِرِیْنَ۠۝۱۴
اے ایماندارو تاسو شیٔ مددګار دَ الله ف۱۵ لکه چې وئیلی وو دَ مریم ځوی عیسٰیؑ خپلو ملګریو ته څوک دے چې زما امداد وکړی دَ الله پهٔ لار کښې ، ملګریو ېٔ ووې مونږ یو دَ الله مددګار ف۱۶ بیا ایمان راؤړو دَ بنی اسرائیلو یوې ډلې اؤ انکاری شوه بله ډله ، بیا طاقت ورکړو مونږ ایماندارو ته پهٔ خپلو دښمنانو نو غالب شو ف۱۷
ف۱۵: یعنی دَ الله دَ دین اؤ دَ الله دَ رسولﷺ امداد ته ودرېږیٔ۔ پهٔ دې حکم مسلمانانو داسې عمل وکړو چې دَ یوې ډلې خو هډو نوم انصار شو۔
ف۱۶: دَ عیسٰیؑ ملګری (حَواریان) پهٔ شمار څو کسه وو چې پهٔ خلقو کښې داسې ډېر عزتمند هم نهٔ وو۔ خو هغوی دَ عیسٰیؑ دین قبول کړے وهٔ اؤ دَ دې دین دَ خورؤلو دپاره دَ سرومال قربانیٔ ته تیار وو۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ حضرت عیسٰی علیه السّلام نه پس دَ هغهٔ ملګریو دین خورولو دپاره ډېر کوششونه وکړل اؤ خپل دین ېٔ خور کړو۔ الحمدالله زمونږ دَ رسولﷺ اصحابوؓ هم دَ دین خورؤلو دپاره دَ هغوی نه زیات کوششونه وکړل اؤ اسلام ېٔ پهٔ ټوله دنیا خور کړو۔
ف۱۷: یعنی بنی اسرائیل دوه ډلې شو۔ ځنې خو ایماندار پاتې شو اؤ ځنې کافر شو۔ بیا دَ عیسٰیؑ نه پس دا دواړه ډلې خپلو کښې پهٔ جنګونو شوې آخر الله تعالیٰ ایماندار پهٔ کافرو غلبه کړل۔ بیا دَ حضرت عیسٰیؑ اُمتیان نصاریٰ پهٔ یهودو غالب شو اؤ پهٔ عیسایانو کښې عامې ګمراهیٔ نه پس چې کوم کسان سم ایماندار وو هغه مسلمانان شو اؤ دَ اسلام پهٔ برکت پهٔ نورو قومونو غالب شو۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ الۡجُمُعَۃِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ احۡدٰے عَشَرَۃَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِ
سورة جمعه پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې یولس آیتونه اؤ دوه رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
یُسَبِّحُ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوْسِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ۝۱
تسبیح وائی دَ الله څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه دی بادشاه، پاک ذات زبردست دَ حکمتونو خاوند
هُوَ الَّذِیْ بَعَثَ فِی الْاُمِّیّٖنَ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَ یُزَكِّیْهِمْ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ١ۗ وَ اِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍۙ۝۲
هم هغه دے چا چې راپورته کړو پهٔ نالوستو کښې یو رسولﷺ هم دَ هغوی نه چې اوروی خلقو ته دَ هغهٔ آیتونه اؤ هغوی پاکوی اؤ ښیٔ ورته کتاب اؤ دَ عقل خبرې اؤ دَ دې نه مخکښې هغوی پراتهٔ وو پهٔ واضحه ګمراهیٔ کښې ف۱
ف۱: اُمِّیۡ ، نالوستی (ان پڑھ) ووئیلی شو عربو ته چې نهٔ ورسره څهٔ دنیاوی علم وهٔ اؤ نهٔ ورسره څهٔ آسمانی کتاب وهٔ بلکې پهٔ عام خط کتابت هم ډېر کم خلق پوهېدل۔ دَ هغوی جهالت اؤ وحشی توب مشهور وهٔ۔ خدائې ېٔ هېر کړے وهٔ اؤ دَ بتانو عبادت بهٔ ېٔ کؤلو۔ همونو ، ګناهونو اؤ بُت پرستیٔ ته ېٔ دَ ملّتِ ابراهیمی نوم ایښې وهٔ۔ ټول قوم سخته ګمراهیٔ کښې ګېر وهٔ چې الله پکښې پهٔ خپل فضل خپل رسولﷺ پیدا کړو چې امتیازی لقب ېٔ اُمِّیۡ دے لېکن سره دَ دې چې خپله ېٔ دَ چا نه کتاب نهٔ وهٔ لوستے قوم ته ېٔ دَ الله داسې عظیم الشان کتاب اورؤلو اؤ دَ علم اؤ عقل خبرې اؤ بهترین اخلاق به ېٔ ورته ښیٔل۔
تنبیه: دغه شان یو آیت پهٔ سورتِ بقره اؤ آلِ عمران کښې تېر شوے دے دَ هغې فوائد وګوریٔ۔
وَّ اٰخَرِیْنَ مِنْهُمْ لَمَّا یَلْحَقُوْا بِهِمْ١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۳
اؤ راپورته ېٔ کړو دا رسول پهٔ دوی کښې دَ نورو خلقو دپاره هم کوم چې دَ دوی سره لا نهٔ دی یو ځاېٔ شوی ف۲ اؤ هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند ف۳
ف۲: یعنی دا هغه رسولﷺ دے چې دَ نورو راتلونکیو قومونو دپاره هم دے۔ کوم چې دَ شریعت دَ علم نه دَ بې خبریٔ پهٔ وجه پهٔ نالوستو حساب دی۔ لکه دَ فارس۔ روم۔ چین اؤ هندوستان خلق کوم چې وروستو مسلمانان شو اؤ دَ عربو سره پهٔ اسلامی ورورؤلیٔ کښې شریک شو۔ شاه صاحب لیکلی دی الله تعالیٰ دَ اسلام دَ پورته کؤلو دپاره اول عرب خوښ کړل بیا وروستو پهٔ عجمو کښې هم کامل خلق پیدا شو۔ یو حدیث شریف دے۔ دَ رسول اللهﷺ نه دَ وَ اٰخَرِیْنَ مِنْهُمْ لَمَّا یَلْحَقُوْا بِهِمْ“ متعلق تپوس وشو چې دا به کوم خلق وی نو حضورﷺ دَ سلمان فارسیؓ پهٔ ووږه لاس کېښوو ، وېٔ فرمائیل کهٔ دین یا علم ثریّا ته وخېژی نو هم دَ دهٔ قوم فارس به ېٔ دَ هغې نه راکوز کړی۔ شیخ جلال الدین سیوطیؒ لیکلی دی دَ دې پېشنګوییٔ مصداق امام اعظمؒ دے۔
ف۳: هغه عزیز اؤ حکیم دے چې پهٔ خپل زبردست طاقت اؤ حکمت ېٔ پهٔ نالوستی قوم کښې داسې عظیم الشان پیغمبر پیدا کړو چې تر قیامته ېٔ دَ ټولو عربو اؤ عجمو دَ اعلیٰ تعلیم اؤ نفسونو دَ پاکیٔ انتظام وکړو۔
ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ۝۴
دا دَ الله فضل دے ورکوی ېٔ چا ته چې وغواړی ، اؤ دَ الله فضل ډېر لوئے دے ف۴
ف۴: یعنی پهٔ دې امت دَ الله تعالیٰ لوئے فضل دے چې داسې عظیم الشان رسول ېٔ ورکړو اؤ پهٔ ټولو امتونو ېٔ وچته مرتبه اؤ عزت ورکړو۔ نو مسلمانانو ته پکار دی چې دَ دې انعام اؤ احسان قدر وکړی اؤ دَ خپل رسولﷺ دَ اعلیٰ تعلیم اؤ تزکیۓ نه پوره پوره فائده واخلی۔ وړاندې دَ عبرت دپاره دَ یهودیانو یو څو قصې بیانیږی چې هغوی دَ خپل پیغمبر اؤ خپل بهترین کتاب نه هېڅ فائده وانهٔ خسته اؤ ځان ېٔ تباه و برباد کړو۔ تاسو داسې ونهٔ کړیٔ۔
مَثَلُ الَّذِیْنَ حُمِّلُوا التَّوْرٰىةَ ثُمَّ لَمْ یَحْمِلُوْهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ یَحْمِلُ اَسْفَارًا١ؕ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۝۵
مثال دَ هغې خلقو چې ورباندې بار شوے وهٔ تورات بیا ېٔ پورته نهٔ کړو داسې دے لکه خر چې پهٔ شا کړی کتابونه ف۵ ډېر خراب مثال دے دَ هغه خلقو ف۶ چا چې دروغ وګڼل دَ الله آیتونه ف۷ اؤ الله لار نهٔ ورکوی بې انصافه خلقو ته ف۸
ف۵: پهٔ یهودو دَ تورات دَ حکمونو پېټے بار شوے وهٔ اؤ دَ دغه کتاب دَ حفاظت ذمه داری پرې کېښودے شوے وهٔ خو هغوی خپله زمه واری پوره نهٔ کړه نهٔ ېٔ دَ هغه کتاب پهٔ احکامو عمل وکړو اؤ نهٔ ېٔ پهٔ خپلو زړونو کښې ځائې ورکړو نو دَ خپل رب دَ لوی فضل اؤ انعام نه مهروم پاتی شو۔ بېشکه تورات دَ علم اؤ حکمت یوه خزانه وه خو چې دوی ترې فائده وانهٔ خسته نو مثال ېٔ داسې شو لکه پهٔ خر چې چا پهٔ سوونو کتابونه بار کړی وی چې هغهٔ ته ترې سِوا دَ پیټی دَ تکلیف نه نور هېڅ خیر نشته۔ خر خو تش پهٔ ګیا خوراک پوهیږی نور دَ دې سره ېٔ څهٔ کار نشته چې پهٔ شا ېٔ دَ کاڼیو بار دے کهٔ دَ سرو سپینو دَ هغهٔ خو یو شان ملا ماتوی۔ کهٔ دا دعویٰ وکړی چې وګوریٔ زهٔ څومره لوئے عالم فاضل یم څومره مَنه کتابونه مې پهٔ شا دی نو دا به ېٔ نور خرتوب وی۔
ف۶: یعنی خراب قوم دے هغه دَ چا چې دا مثال دے (خدائې مو دې ترېنه وساتی)
ف۷: یعنی الله تعالیٰ چې پهٔ تورات کښې دَ نبی آخرالزمان کومې نخښې ښئیلې دی اؤ کوم دلیلونه ېٔ دَ هغهٔ پهٔ رسالت بیان کړی دی دَ هغې نه انکار دَ الله دَ آیتونو انکار دے۔
ف۸: یعنی داسې ضدیانو اؤ بې انصافو ته دَ هدایت توفیق نهٔ ورکوی۔
قُلْ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ هَادُوْۤا اِنْ زَعَمْتُمْ اَنَّكُمْ اَوْلِیَآءُ لِلّٰهِ مِنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۶
تهٔ ووایه اے یهودیانو کهٔ تاسو دا دعویٰ کویٔ چې تاسو دوستان ییٔ دَ الله دَ ټولو خلقو نه زیات نو وغواړیٔ خپل مرګ کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ،
وَ لَا یَتَمَنَّوْنَهٗۤ اَبَدًۢا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ۝۷
اؤ دوی به هېچرې ونهٔ غواړی خپل مرګ دَ هغې کارونو پهٔ وجه کوم چې ېٔ مخکښې استؤلی دی پهٔ خپلو لاسونو، اؤ الله ته ښهٔ معلوم دی ټول ګنهګار ف۹
ف۹: یعنی دَ دې جهالت اؤ خرتوب سره ېٔ بیا دعویٰ دا ده چې یواځې مونږ دَ الله دوستان یو اؤ یواځې مونږ دَ جنت حقدار یو زمونږ نه علاوه بل قوم به جنت ته نهٔ ځی۔ لېکن کهٔ رښتیا ېٔ پهٔ زړهٔ کښې هم پهٔ دې دعویٰ یقین وی نو بیا دَ جنت پهٔ شوق کښې اؤ دَ خپل محبوب دَ ملاقات دپاره پکار دی چې دَ مرګ خواهش وکړی چې زر دَ دې بې کاره دنیا نه لاړ شی دَ جنّت اعلیٰ مرتبو اؤ عېش اؤ آرام ځائې ته ورسی۔ دَ چا چې پهٔ رښتیا دَ الله سره مینه وه اؤ دا ېٔ یقین وهٔ چې دَ مرګ نه پس څهٔ خطره نشته ، دائمی خوشحالی ده۔ هغوی خو مرګ دَ دوست سره دَ ملاقات یو پل ګڼلو۔ هغوی دَ دنیا دَ هېڅ سختې نه نهٔ ویرېدل اؤ دَ الله دَ ملاقات پهٔ شوق کښې به ېٔ دَ مرګ تمّنا کؤله۔ دَ هغوی دَ افعالو اؤ اقوالو نه دا معلومیږی چې مرګ هغوی ته دَ هر څهٔ نه زیات خوږ وهٔ دَ یو غازی دا الفاظ دی۔
غَدًا نَلۡقَی الۡاَحِبَّهۡ ۔ مُحَمَّدًا وَّ حِزۡبَهۡ
(صبا به دَ دوستانو سره زمونږ ملاقات وی حضرت محمّدﷺ اؤ دَ هغهٔ اصحاب به وینو)
دَ حضور اکرمﷺ ارشاد دے :
لَوَدِدۡتُ اَنِّیۡ اُقۡتَلُ فِیۡ سَبِیۡلِ اللہِ ثُمَّ اَحۡیٰ ثُمَّ اُقۡتَلُ ۔
(زهٔ دا غواړم چې دَ الله پهٔ لار کښې قتل کړې شم بیا ژوندې شم اؤ بیا قتل کړې شم)
نو دَ صادقانو خو دا حال دے اؤ دَ دروغژنو کردار ته وګوریٔ چې دَ مرګ دَ نوم نه تښتی۔ په دې غرض نه چې ګنی زیات ژوندې وی نو زیاتې نیکیٔ به وکړی بلکې ځکه چې دَ حرص پهٔ وجه ېٔ دَ دنیا نه زړهٔ نهٔ کیږی اؤ بل پهٔ زړهٔ کښې ښهٔ پوهیږی چې کهٔ سترګې مو پټې شوې نو دَ خپلو عملونو پهٔ سزا کښې به راګېرېږو۔ غرض دا چې دَ هغوی دَ طور طریقو نه دا صفا څرګندیږی چې پهٔ هېڅ شان ېٔ مرګ خوښ نهٔ دے اؤ هېچرې ېٔ خواهش نهٔ شی کؤلے۔ ممکنه ده چې دَ هغې زمانې یهودیانو هسې پهٔ خولهٔ دَ مرګ آرزو کړے وې خو الله تعالیٰ دَ دې همّت هم نه وهٔ ورکړے۔ پهٔ روایاتو کښې راځی کهٔ یو یهودی هسې پهٔ دروغه دَ مرګ خواهش کړے وې نو هغه وخت به ېٔ مریٔ نښتې وه اؤ مړ به وهٔ۔ داسې یو آیت پهٔ سورتِ بقره کښې هم تېر شوے دے دَ هغې فوائد وګوریٔ۔ ځنې مشرانو مفسرانو دَ مرګ دَ خواهش نه مطلب مُباهَله اخستې ده۔ یهودیانو ته وئیلی شوی دی کهٔ ستاسو رښتیا دا یقین وی چې تاسو پهٔ حقه ییٔ اؤ مسلمانان پهٔ غلطه دی نو دَ الله نه سوال وکړیٔ چې پهٔ دواړو ډلو کښې چې څوک پهٔ غلطه وی هغه دې هلاک کړی لېکن دوی به هېچرې داسې ونهٔ کړی ځکه چې پهٔ زړهٔ کښې ښهٔ پوهیږی چې مسلمانان پهٔ حقه دی اؤ دوی پهٔ غلطه دی۔ علامه ابنِ کثیرؒ اؤ ابن قیّم ېٔ دغه تفسیر بیان کړے دے۔
قُلْ اِنَّ الْمَوْتَ الَّذِیْ تَفِرُّوْنَ مِنْهُ فَاِنَّهٗ مُلٰقِیْكُمْ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۠۝۸
تهٔ ووایه هغه مرګ چې تاسو ترې تخښتیٔ هغه ضرور تاسو سره مخامخ کېدونکے دے بیا به تاسو راګرځؤلے شیٔ هغه ذات ته چې پهٔ ټولو پټو اؤ څرګندو رازونو ښهٔ خبر دے نو بیا به تاسو ته وښیٔ څهٔ چې تاسو کؤل ف۱۰
ف۱۰: یعنی دَ مرګ دَ ویرې به چرته تښتیٔ۔ کهٔ په بندو کورونو کښې پټ شیٔ هم دَ مرګ نه مو خلاصې نشته۔ یوه ورځ به مو راګېر کړی اؤ بیا به دَ الله په دربار کښې حاضرېږیٔ اؤ دَ خپل خراب عمل سزا به خوریٔ۔
(ربط) دَ یهودو غټ خرابے دا وهٔ چې کتابونه ورسره وو۔ دَ دین پهٔ خبرو ښهٔ پوهېدل خو دَ دنیا حرص اؤ لالچ پهٔ سر اخستی وو ، دنیا دپاره به ېٔ دین شاته کؤلو۔ دَ دنیا پهٔ کار کښې به داسې مشغول وو چې دَ الله ذکر به ېٔ هېر وهٔ دَ داسې کارونو نه مسلمانان منع کړی شوی دی۔ دَ جمعې قید هم دَ دې دپاره دے (چې دا وخت دَ بازار دَ سود سودا اؤ دَ دنیا دَ کارونو وی) نو تاسو دَ دنیا کارونه شاته کړیٔ اؤ دَ الله ذکر ته پهٔ منډه ورشیٔ۔ پوره پهٔ اطمعنان سره خطبه واؤریٔ۔ نمونځ وکړیٔ نو بیا دَ دنیا کارونه کویٔ۔ یو حدیث شریف دے۔ چا چې دَ جمعې پهٔ خطبه کښې خبرې وکړې دَ هغهٔ مثال دَ هغې خر دے چې کتابونه پرې بار وی۔ یعنی هغه هم دَ یهودیانو پهٔ شان دے۔ (نعوذ بالله)
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نُوْدِیَ لِلصَّلٰوةِ مِنْ یَّوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ وَ ذَرُوا الْبَیْعَ١ؕ ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۹
اے ایماندارو څهٔ وخت چې اذان وشی نمانځه ته دَ جمعې دَ ورځې نو منډه کړیٔ الله یادؤلو ته اؤ پرېږدیٔ سود سودا ف۱۱ دغه بهتره ده ستاسو پهٔ حق کښې کهٔ څهٔ پوهېږیٔ ف۱۲
ف۱۱: حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې دا دَ هر اذان حکم نهٔ دے ځکه چې نورو نمونځونو کښې بل ځاېٔ جمعې ته رسېدے شی اؤ دَ جُمعې نمونځ خو پهٔ ښار کښې صرف پهٔ یو جامع مسجد کښې کیږی نو که جَمۡعَ ترې خطا شی نو بل ځاېٔ بیا نهٔ شی کؤلے۔ اؤ دَ الله دَ یادو نه مراد دَ جُمعې خطبه ده ، یعنی دَ جُمعې نمانځه ته داسې وخت تلل پکار دی چې خطبه پوره واؤری۔ پهٔ دې وخت کښې سود سودا حرامه ده۔ دَ منډې نه مراد اهتمام کؤل دی اؤ خیال ساتل دی ، رښتیا منډې دې نهٔ وهی۔
تنبیه: دَ ”نُوۡدِیَ“ نه مراد هغه اذان دے کوم چې دَ خطبې دپاره دَ امام پهٔ مخکښې دَ ممبر سره وئیلې شی ، وړومبې اذان ترې نهٔ دے مراد۔ ځکه چې دَ رسول اللهﷺ پهٔ زمانه کښې صرف یو اذان کېدو۔ دَ خطبې نه مخکښې دا وړومبې اذان دَ حضرت عثمانؓ پهٔ زمانه کښې شروع شوے دے لېکن سود سودا دَ وړومبی اذان نه پس هم ناجائز دی۔ ځکه چې علّت یو وی نو حکم هم یو وی۔ البته دَ خطبې دَ اذان نه پس حُرمت قطعی دے اؤ دَ وړومبی اذان نه پس حُرمت ظنی اؤ اجتهادی دے۔ پهٔ دے طریقه ټول علمی مشکلات ختمیږی۔ اؤ دلته دَ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا“ نه هغه ایماندار مراد دی پهٔ چا چې دَ جُمعې نمونځ فرض دے۔ اؤ پهٔ چا چې فرض نهٔ دے (لکه مسافر ، مریض ، ښځه وغېره) هغه دَ دې حکم نه بهر دی۔
ف۱۲: ظاهره ده چې دَ آخرت دَ فائدې پهٔ مقابله کښې دَ دنیا فائده هېڅ هم نهٔ ده۔
فَاِذَا قُضِیَتِ الصَّلٰوةُ فَانْتَشِرُوْا فِی الْاَرْضِ وَ ابْتَغُوْا مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَ اذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۝۱۰
بیا څهٔ وخت چې پوره کړیٔ نمونځ نو خوارهٔ شیٔ پهٔ زمکه (ملک) کښې اؤ تلاش کؤیٔ دَ الله فضل اؤ یادویٔ الله ډېر ډېر چې کامیاب شیٔ ف۱۳
ف۱۳: حضرت شاه صاحب لیکلی دی ، دَ یهودو دپاره دَ عبادت ورځ دَ هفتې ورځ وه اؤ ټوله ورځ دَ دنیا کار منع وهٔ۔ مسلمانانو دپاره دَ عبادت ورځ دَ جُمعې ده اؤ دَ نمانځه نه پس ورته دَ دنیا دَ کاروبار اجازت دے۔ خو پهٔ دې طریقه چې دغه وخت کښې هم دَ الله دَ یادو نه غافل نهٔ وی۔
وَ اِذَا رَاَوْا تِجَارَةً اَوْ لَهْوَا اِ۟نْفَضُّوْۤا اِلَیْهَا وَ تَرَكُوْكَ قَآىِٕمًا١ؕ قُلْ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَ مِنَ التِّجَارَةِ١ؕ وَ اللّٰهُ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ۠۝۱۱
اؤ کوم وخت چې دوی ووینی څهٔ خرڅېدل یا څهٔ تماشه ورغونډ شی هغې ته اؤ پرېږدی تاولاړ، تهٔ ووایه څهٔ چې دَ الله سره دی هغه ډېر ډېر ښهٔ دی دَ تماشو نه او دَ سوداګریٔ نه اؤ الله بهتر دے رزق ورکؤنکے ف۱۴
ف۱۴: یو ځل دَ جُمعې پهٔ ورځ رسول اللهﷺ دَ جُمعې دَ نمانځه خطبې ته ولاړ وهٔ چې پهٔ دغه وخت دَ بهر نه دَ غلې یو تجارتی قافله راؤرسېده دَ هغې سره دَ اعلان دپاره نغاره وهلې شوه پهٔ ښار کښې دَ مخکښې نه دَ غلې کمې وهٔ۔ خلقو قافلې ته منډه کړه چې دَ خپل ضرورت دپاره غله واخلی۔ خیال به ېٔ دا وهٔ چې دَ جُمعې خطبه دَ عام وعظونو پهٔ شان یو وعظ دے اورېدل به ېٔ ډېر ضروری نهٔ وی پهٔ منډه به خپل کار وکړو، نمانځه ته به راؤرسو۔ یا دا چې نمونځ شوے وهٔ لکه چې ځنې کسانو وئیلی دی پهٔ هغه زمانه کښې دَ جُمعې خطبه دَ نمانځه نه پس وئیلې شوه (لکه دَ اخترونو دَ نمانځه) بهرحال دَ خطبې دَ پابندیٔ حکم عامو مسلمانانو ته نهٔ وهٔ معلوم۔ اکثر خلق لاړل ، دَ حضورﷺ سره جماعت کښې صرف دولس کسان پاتې شو۔ څلور خلفائے راشدین اؤ اتهٔ نور کسان نو پهٔ دغه موقع دا آیتونه نازل شو چې تجارت اؤ دَ دنیا لوبې تماشې پرېږدیٔ اؤ دَ آخرت قیمتی دولت حاصل کړیٔ کوم چې دَ رسول اللهﷺ پهٔ مجلس کښې اؤ دَ هغهٔ پهٔ ملګرتیا کښې حاصلېدے شی۔ باقی دَ قحط پهٔ وجه دَ روزیٔ غم ځکه مهٔ کویٔ چې روزی دَ الله پهٔ لاس ده اؤ هغه دَ ټولو نه بهتر روزی رسان دے۔ نو دَ داسې مالک غلامانو ته دَ روزیٔ دَ کمی غم نهٔ دے پکار۔ دَ دې خبرداری نه پس دَ اصحابو شان بیا دا وهٔ کوم چې پهٔ سورتِ نُور کښې بیان شوے دے. رِجَالٌ١ۙ لَّا تُلْهِیْهِمْ تِجَارَةٌ وَّ لَا بَیْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ“
(دا دَ رسول اللهﷺ ملګری داسې خلق دے چې نهٔ ېٔ غافل کوی تجارت اؤ اخستل دَ الله دَ یادو نه)
تنبیه: لَھۡوٌ“ وئیلې شی هر هغه کار ته چې بنده دَ یادو نه غافل کوی لکه لوبې اؤ تماشې۔ شاید چې دلته دَ نغارې آواز ته لَھۡوٌ“ وئیلې شوی دی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ الۡمُنٰفِقُوۡنَ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ احۡدٰے عَشَرَۃَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِ
سورة منافقون پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې یولس آیتونه اؤ دوه رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
اِذَا جَآءَكَ الْمُنٰفِقُوْنَ قَالُوْا نَشْهَدُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُ اللّٰهِ١ۘ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَكٰذِبُوْنَۚ۝۱
کوم وخت چې راشی تاته منافقان وائی چې مونږ اقرار کوو چې تهٔ دَ الله رسُول ېٔ ف۱ اؤ الله خبر دے چې تهٔ دَ الله رسُول ېٔ ، اؤ الله ګواهی ورکوی چې دا منافقان دروغژن دی ف۲
ف۱: یعنی زمونږ پهٔ زړهٔ کښې دا یقین دے چې تهٔ دَ الله رسُول ېٔ۔
ف۲: یعنی دروغ وائی چې زمونږ ستا په رسالت یقین دے۔ حقیقت دا دے چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ یقین نشته هسې دَ خپلو غرضونو پوره کؤلو دپاره پهٔ خلهٔ ستا دَ رسالت اقرار کوی اؤ ځان ته مسلمانان وائی۔ پهٔ زړهٔ کښې ښهٔ پوهیږی چې دا کلمه پهٔ دروغه وائی اؤ دَ رسالت اقرار څهٔ۔ دروغ وئیل خو دَ دوی پوخ عادت دے۔ پهٔ هره خبره کښې دروغ وائی لکه پهٔ دغه سورت کښې یوه واقعه ده چې منافقانو صفا دروغ جوړ کړی وو ، الله تعالیٰ دَ وحې پهٔ ذریعه دَ هغې تردید وکړو۔
اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۲
دوی جوړ کړل دَ خپلو قسمونو نه ډالونه ف۳ بیا بندوی خلق دَ الله دَ لارې نه ، دا خلق ، ډېر ناکاره دی کوم کارونه چې دوی کوی ف۴
ف۳: یعنی دَ دروغو قسمونه خوری چې مونږ مسلمانان یو ، پهٔ دې ټګۍ دَ اسلام دَ غازیانو نه خپل سرونه اؤ مالونه بچ کوی۔ اؤ کله چې څهٔ داسې کار وکړی چې مسلمانان ېٔ پهٔ ټګۍ پوهه شی اؤ دَ راګېرېدو خطره شی ورسره نو دَ دروغو پهٔ قسمونو ځان خلاصوی۔
ف۴: یعنی پهٔ اسلام اؤ مسلمانانو نکته چینی کوی اؤ دَ مسلمانانو عیبونه لټوی پهٔ دې طریقه نور خلق اسلام ته راؤړېدو نه منع کوی اؤ خلق دَ دوی پهٔ دروغه قسمونو خطا کیږی۔ دغه شان دَ دوی دَ قسمونو نقصان یواځې دوی ته نه دې نورو ته هم وروږدیرږی۔ دَ دې نه ناکاره کار به نور څهٔ وی۔
(لېکن یو سړے چې پهٔ خلهٔ دَ اسلام دعوه کوی ، دَ اسلام کلمه وائی اؤ دَ دین ضروری احکام منی۔ هغه کهٔ هر څومره دروغژن اؤ ټګمار وی ، اسلام ېٔ دَ قتل اجازت نهٔ ورکوی)
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا فَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ۝۳
دا ځکه چې دوی ایمان راؤړو بیا ترې منکر شو نو مهر ولګؤلے شو دَ دوی په زړونو نو اوس پرې هېڅ نهٔ پوهیږی ف۵
ف۵: یعنی پهٔ خلهٔ اقرار کوی اؤ زړهٔ کښې منکر دی اؤ دَ ایمان دَ دعوې سره دَ کافرو پهٔ شان کارونه کوی۔ دَ دې بې ایمانیٔ اؤ ټګیٔ اثر دا دے چې دَ دوی پهٔ زړونو مهر ولګی چې بیا پکښې دَ حق اؤ دَ خیر خبرې ننوتو ځاېٔ پاتې نهٔ شی۔ څرګنده ده چې دَ دې نه پس ترې دَ هېڅ خیر طمع نهٔ شی کېدے کله چې دَ بنده زړهٔ دَ بدکارو په وجه تور شی بیا پکښې دَ نیک و بد پېژندو طاقت پاتې نهٔ شی۔
وَ اِذَا رَاَیْتَهُمْ تُعْجِبُكَ اَجْسَامُهُمْ١ؕ وَ اِنْ یَّقُوْلُوْا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ١ؕ كَاَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ١ؕ یَحْسَبُوْنَ كُلَّ صَیْحَةٍ عَلَیْهِمْ١ؕ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ١ؕ قٰتَلَهُمُ اللّٰهُ١٘ اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ۝۴
اؤ کوم وخت چې تهٔ دوی ووینې ښې به ېٔ ښکاره شی درته جُثې اؤ کهٔ خبره درته کوی نو تهٔ به غوږ کېږدے دَ دوی خبرې ته ف۶ دوی داسې دی لکه وچ لرګے دیوال ته ودرولې شوے ف۷ کهٔ څوک چغه ووهی نو دَ دوی دا خیال وی چې پهٔ مونږ څهٔ آفت راپرېوتو ف۸ هم دغه دی دښمنان نو ځان ترې ساته ف۹ دوی دې خداېٔ مړهٔ کړی دا چرته ګرځی ف۱۰
ف۶: یعنی زړونه خو ېٔ تور شوی دی خو بدن ته ېٔ وګوریٔ څنګه درانهٔ خواږهٔ دی اؤ خبرې ېٔ څومره خوږې اؤ پستې دی چې بنده وائی بس اورېدے مې۔ دَ خبرې ظاهری شکل ېٔ داسې وی چې بنده ېٔ منلو ته تیار شی۔
ف۷: اوچ بې کاره لرګے چې دیوال پورې ولاړ وی۔ نهٔ پکښې ساه وی نهٔ په څهٔ پوهیږی اؤ نهٔ بې دیواله خپل ځان ټینګؤلې شی نور دَ هېڅ کار نهٔ وی البته اور پرې بلېدے شی۔ دَ دوی هم دغه حال دے په غټوالی اؤ څورب والی ېٔ مهٔ شه ایمان ېٔ نشته۔ دننه ډډ دی۔ نور دَ هېڅ کار نهٔ دی۔ البته دَ دوزخ دَ اور خشاک ترې جوړېدے شی۔
ف۸: یعنی پهٔ تنو خو غټ پټ دی خو زړونه ېٔ کمزوری دی چې هیله چرته شور واؤری نو زړونه ېٔ پهٔ درزا شی چې دا جوړ پهٔ مونږ څهٔ مصیبت راغلو۔ دَ بې حسابه بې ایمانو اؤ ټګیو پهٔ وجه ېٔ هر وخت زړهٔ رپی چې چرته بې ایمانی مو څرګنده نهٔ شی اؤ پهٔ بلا اخته نهٔ شو۔ زړهٔ ېٔ هر وخت بې آرامه وی۔
ف۹: یعنی ستاسو غټ دښمنان هم دغه منافقان دی ځان ترې ساتیٔ۔
ف۱۰: یعنی دَ اسلام دَ اظهار نه پس بیا بې ایمانی اؤ دَ حق و صداقت دَ رڼا خورېدو نه پس پهٔ تیرو کښې ټکرې وهل څومره عجیبه دی؟ دوی غرق شه دا څهٔ کوی ، کوم خوا روان دی؟
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ لَوَّوْا رُءُوْسَهُمْ وَ رَاَیْتَهُمْ یَصُدُّوْنَ وَ هُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ۝۵
اؤ کوم وخت چې دوی ته ووئیلی شی راځیٔ چې معافی وغواړی درلره دَ الله رسُولﷺ نو سرونه وخوزوی اؤ تهٔ به دوی وینې چې منع کیږی اؤ غرور کوی ف۱۱
ف۱۱: کله کله به دَ منافقانو بې ایمانی صفا څرګنده شوه اؤ دروغ اؤ خیانت به ېٔ واضح شو۔ نو خلقو به ورته وې چې اوس هم وخت شته۔ دَ الله رسُولﷺ ته ورشیٔ هغه به درلره دَ الله نه معافی وغواړی نو دوی به دَ ډېر کبره دې کار ته تیار نهٔ شو اؤ بې پرواییٔ سره به ېٔ سرونه وخوزول بلکې ځنو خو به پکښې صفا ووې چې زمونږ معافیٔ غوښتو ته څهٔ حاجت نشته۔
سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ اَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ اَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ١ؕ لَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ۝۶
برابر دے دوی ته کهٔ تهٔ ورله معافی وغواړې اؤ کهٔ ورلره ونهٔ غواړې هرګز به ېٔ معاف نهٔ کړی الله بېشکه الله لار نهٔ ورکوی نافرمانه خلقو ته ف۱۲
ف۱۲: یعنی ممکنه ده چې تهٔ دَ خپل رحمت اؤ شفقت پهٔ وجه پهٔ دې حال کښې هم دوی دپاره معافی وغواړې لېکن الله تعالیٰ داسې کبرژن نافرمانه هېچرې نهٔ معاف کوی اؤ نهٔ ورته دَ معافیٔ غوښتو توفیق ورکوی۔ دغه شان یو آیت پهٔ سورتِ برات کښې هم تیر شوے دے ، دَ هغې فوائد وګوریٔ۔
هُمُ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ لَا تُنْفِقُوْا عَلٰی مَنْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ حَتّٰی یَنْفَضُّوْا١ؕ وَ لِلّٰهِ خَزَآىِٕنُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ لٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَفْقَهُوْنَ۝۷
هم دوی دی چې وائی خرچ مهٔ کویٔ پهٔ دغه کسانو کوم چې دَ رسُول الله ﷺ سره دی تر دې چې دا خلق خوارهٔ شی ف۱۳ اؤ دَ الله دی خزانې دَ آسمانونو اؤ زمکې لېکن منافقان نهٔ پوهیږی ف۱۴
ف۱۳: یو سفر کښې دَ دوو مسلمانانو پهٔ څهٔ خبره جګړه شوه۔ یو مهاجر وهٔ اؤ یو انصار۔ هر یو خپلې خپلې ډلې ته دَ امداد دپاره آواز وکړو ، لوے غوبل جوړ شو۔ دَ منافقانو مشر عبدالله بن اُبیٔ دَ دې خبرې نه خبر شو نو انصارو ته ېٔ ووې دا خلق تاسو مست کړل۔ پهٔ خپل کلی کښې مو دېره کړل اؤ هر قسم امداد ورسره کویٔ نو نن تاسو سره جنګ ته ودرېدل۔ تاسو ورباندې خپل امداد بند کړیٔ نو ځی خوارهٔ وارهٔ به شی اؤ طاقت به ېٔ ختم شی۔ بیا ېٔ ووې چې دَ دې سفر نه پهٔ خیر کلی ته ورسو نو پهٔ کلی کښې چې کوم طاقت ور اؤ عزتمند دی هغه به کمزوری دَ کلی نه وشړی ، یعنی مونږ دَ مدینې اصل وسیدونکی به مهاجرین دَ مدینې نه وباسو ، دا خبرې یو صحابی حضرت زید بن ارقمؓ واؤرېدے۔ رسُول اللهﷺ ته ېٔ خبر یوړو۔ هغویﷺ دَ تحقیق دپاره عبدالله بن اُبیٔ راوغوښتو نو هغه منافق غټ غټ قسمونه وخوړل چې ما داسې خبرې نهٔ دی کړے۔ دې راباندې دَ دښمنیٔ اؤ عناد پهٔ وجه دروغ جوړوی۔ خلقو زید بن ارقمؓ ملامته کړو۔ هغه ډېر خفه اؤ پهٔ خپله ښېګړه ستومانه شو۔ نو الله تعالیٰ دَ هغهٔ دَ صفاییٔ دپاره دا آیتونه نازل کړل۔ بیا حضور اکرمﷺ هغه راوغوښتو ورته ېٔ ووې ، الله تعالیٰ ستا خبره رښتیا کړه۔
ف۱۴: یعنی دا کم عقل دومره هم نهٔ پوهیږی چې دَ زمکې اؤ آسمانونو خزانې خو دَ الله تعالیٰ پهٔ لاس کښې دی نو کوم خلق چې دَ الله دَ رضا دپاره دَ کور کلی نه راوتی دی اؤ پهٔ اخلاص دَ الله دَ رسُولﷺ خدمت کوی۔ نو آیا کهٔ تاسو پهٔ دې خلقو خپل امداد بند کړیٔ نو ولې الله به هم ورباندې دَ روزیٔ دروازې بندې کړی اؤ دَ لوږې به ېٔ مړهٔ کړی؟ سمه خبره خو دا ده چې څوک پهٔ دې نیکو بندیانو خرچ کوی دا هم ورباندې الله کوی۔ کهٔ هغه چا ته توفیق ورنهٔ کړی نو څوک یوه پیسه هم نهٔ شی لګولے۔
یَقُوْلُوْنَ لَىِٕنْ رَّجَعْنَاۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ لَیُخْرِجَنَّ الْاَعَزُّ مِنْهَا الْاَذَلَّ١ؕ وَ لِلّٰهِ الْعِزَّةُ وَ لِرَسُوْلِهٖ وَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَ لٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ۠۝۸
وائی کهٔ مونږ واپس شو مدینې ته نو ضرور به وشړی هغه کسان چې زورور دی هلته نه کمزوری خلق ، اؤ زور خو دَ الله دے اؤ دَ هغهٔ دَ رسُول اؤ دَ ایماندارو لېکن منافقان نهٔ پوهیږی ف۱۵
ف۱۵: یعنی منافق پهٔ دې نهٔ پوهیږی چې زورور اؤ عزتمند څوک دی؟ یاد لریٔ اصلی زور اؤ عزت دَ الله دے بیا دَ هغهٔ سره دَ تعلق پهٔ وجه دَ رسُولﷺ اؤ بیا دَ رسُولﷺ سره دَ تعلق پهٔ وجه درجه پهٔ درجه دَ تعلق پهٔ مناسبت دَ ایماندارو۔ یو روایت دے چې دَ عبدالله بن اُبیٔ ځوئے سوچه مسلمان وهٔ هغهٔ چې دَ پلار دا خبره واورېده نو توره ېٔ ورپسې راووېسته ورته ېٔ وې چې اقرار وکړه چې رسُول اللهﷺ دَ عزت خاوند دے اؤ تهٔ ذلیل ېٔ ګنی اوس درنه سر پرېکؤم اؤ تر هغے دے کلی ته نهٔ پرېږدم چې څو دے دا اقرار نهٔ وی کړے۔ آخر مجبور شو دا اقرار ېٔ وکړو نو هله کور ته لاړو۔ دَ منافقانو دا حال بیانؤلو نه پس اوس مسلمانانو ته هدایت دے چې تاسو چرته دَ دنیا شغل دَ الله دَ یادو نه غافل نهٔ کړی اؤ دَ منافقانو پهٔ شان ځانونه تباه نهٔ کړیٔ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُلْهِكُمْ اَمْوَالُكُمْ وَ لَاۤ اَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ١ۚ وَ مَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۝۹
اے ایماندارو غافل دې نهٔ کړی تاسو ستاسو مالونه اؤ ستاسو اولاد دَ الله دَ یادو نه ، اؤ چا چې دا کار وکړو نو هم دغه خلق تاوانیان دی ف۱۶
ف۱۶: یعنی بنده دپاره دا غټه دَ تاوان خبره ده چې پهٔ فانی څیزونو کښې داسې ډوب شی چې دائمی اؤ ابدی خوشحالی ترې پاتې شی۔ هغه مال اؤ اولاد ښهٔ دے چې بنده ورسره ورسره دَ آخرت دپاره هم تیارې کوی اؤ دَ دې څیزونو پهٔ وجه دَ الله دَ یادو اؤ آخرت دَ غم نه غافل نهٔ شی۔ اؤ څوک چې پهٔ فانی دنیا کښې ډوب شو اؤ آخرت ېٔ هېر کړو نو هغه به دلته هم بې آرامه وی اؤ آخرت ېٔ هم تباه شو۔ دَ دواړو نه ووتو لکه چې بل ځاېٔ ارشاد دے
وَ مَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا وَّ نَحْشُرُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَعْمٰی۝۱۲۴ ”سورة طٰهٰ آیت ۱۲۴“
(اؤ چا چې زما دَ ذکر نه مخ واړؤلو نو دَ هغهٔ به ژوند پهٔ تنګسیا وی اؤ پهٔ آخرت کښې به ېٔ هم ړوند پورته کوم)
وَ اَنْفِقُوْا مِنْ مَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَیَقُوْلَ رَبِّ لَوْ لَاۤ اَخَّرْتَنِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ١ۙ فَاَصَّدَّقَ وَ اَكُنْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۱۰
اؤ خرچ کړیٔ څهٔ چې مو درکړی دی وړومبے دَ دې نه چې راشی تاسو کښې یو کس ته مرګ بیا وائی اے ربه ولې دې مهلت رانهٔ کړو لږ وخت نور چې ما خیرات کړے وې اؤ شمار شوے وې پهٔ نیکانو کښې ،
وَ لَنْ یُّؤَخِّرَ اللّٰهُ نَفْسًا اِذَا جَآءَ اَجَلُهَا١ؕ وَ اللّٰهُ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۠۝۱۱
اؤ هرګز مهلت نهٔ ورکوی الله یو نفس ته کله چې ېٔ راورسی نېټه ف۱۷ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ف۱۸
ف۱۷: شاید چې دا دَ منافقانو دَ هغې خبرې جواب دے چې مهاجرینو سره امداد مهٔ کویٔ۔ یعنی مهاجرینو سره امداد کؤلو کښې ستاسو خپله فائده ده۔ نو کهٔ څوک څهٔ صدقه خیرات کویٔ اؤ آخرت دپاره ځان له څهٔ ذخیره جمع کویٔ نو زر کویٔ بیا چې مرګ پهٔ سر راشی نو ارمان به کویٔ چې ولې مو خیرات ونهٔ کړو۔ دَ مرګ پهٔ وخت به بخیل سړے ارمان کوی اؤ سوالونه به کوی چې اے پروردګاره کهٔ څو ورځې مهلت دې نور راکړو نو زهٔ به ډېر ډېر خیراتونه وکړم اؤ ځان سره به دَ نیکیٔ غټ غټ پنډونه ستا دربار ته راؤړم لېکن دَ چا چې کوم وخت مقرر وی هغې کښې نور مهلت نشته۔ دَ ابنِ عباسؓ نه روایت دے چې دا ارمان به دَ قیامت پهٔ ورځ کوی۔ وائی به کهٔ ماته نور مهلت راکړې شو اؤ بیا دنیا ته لاړم نو ډېر کارونه به وکړم۔
ف۱۸: یعنی الله تعالیٰ ستاسو دَ کارونو نه ښهٔ خبر دے هغهٔ ته معلومه ده کهٔ بالفرض تاسو بیا دنیا ته واستوی یا دَ مرګ نېټه څهٔ مُوده وروستو کړی تاسو به بیا هم دغه شان کارونه کویٔ۔ (اؤ نیکی به هرګز ونهٔ کړیٔ) هغهٔ ته ستاسو اصل استعداد معلوم دے اؤ ستاسو پهٔ پټو اؤ څرګندو ټولو حالونو ښهٔ خبر دے نو هم دَ هغې مناسب معامله به درسره کوی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ التَّغَابُنِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانِ عَشَرَۃَ وَّ فِیۡهَا رُکُوۡعَانِٓ
سورة تغابن پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې اتلس آیتونه اؤ دوه رکوع دی
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
یُسَبِّحُ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ۚ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ١٘ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱
تسبیح وائی دَ الله څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ، دَ هغهٔ بادشاهی ده اؤ دَ هغهٔ تعریف دے ف۱ اؤ هغه هر څهٔ کؤلے شی ،
ف۱: پهٔ دنیا کښې کهٔ پهٔ ظاهره دَ چا بادشاهی ښکاری دا هم هغهٔ ورکړے ده اؤ دَ چا تعریف چې کیږی دا هم دَ هغهٔ تعریف دے ځکه چې دا خوبی هغهٔ ورکړے ده۔
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرٌ وَّ مِنْكُمْ مُّؤْمِنٌ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۲
هم هغه دے چا چې تاسو پیدا کړیٔ بیا څوک پهٔ تاسو کښې منکر دی اؤ څوک ایماندار ف۲ ، اؤ الله څهٔ چې تاسو کویٔ ټول وینی،
ف۲: یعنی ټول بنیادم هغهٔ پیدا کړی دی ، بیا ټولو ته پکار وو چې دَ خپل خالق حکم ېٔ منلې وې اؤ تابعدار شوے وې۔ لېکن اکثر ترېنه منکر شو اؤ ځنو کسانو ېٔ حکم ومنلو اؤ تابعدار شو۔ بېشکه بنیادم کښې الله تعالیٰ دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ دواړو استعداد یٔښې دے۔ لېکن الله تعالیٰ پیدا کړی ټول پهٔ سمه لار دی بیا ځنې دَ خپل صحیح فطرت پهٔ سمه لار قائم پاتی شو اؤ ځنې دَ ماحول نه متاثر شو ، سمه لار ېٔ پرېښوه پهٔ خطا روان شو۔ اؤ دَ دې ټولو نه الله تعالیٰ همېشه خبر وهٔ۔ ښهٔ ورته معلوم وو چې څوک به پهٔ کومه لار روانیږی اؤ بیا به دَ هغې مناسب جزا یا سزا ورکؤلے شی۔ هم دغه شے ېٔ دَ خپل علم موافق دَ هغهٔ پهٔ قسمت کښې ولیکلو چې داسې به کیږی۔ داسې نهٔ ده چې دَ الله تعالیٰ دَ دې کامل علم اؤ دَ قسمت دَ لیک پهٔ وجه دهٔ ته پهٔ دنیا کښې دَ خپلې ارادې طاقت اؤ اختیار پاتې نهٔ شو۔
علامه عثمانیؒ فرمائی : دا یوه باریکه مسٔله ده زما پهٔ دې دَ یو مستقل مضمون لیکلو نیت دے الله دے توفیق راکړی۔
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِالْحَقِّ وَ صَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ١ۚ وَ اِلَیْهِ الْمَصِیْرُ۝۳
پیدا ېٔ کړل آسمانونه اؤ زمکه پهٔ تدبیر سره اؤ شکل ېٔ جوړ کړو ستاسو بیا ېٔ ښهٔ جوړ کړو ستاسو شکل صورت ف۳ اؤ هم هغهٔ ته دَ ټولو راګرځېدل دی۔
ف۳: پهٔ ټولو جاندارو کښې دَ انسان پیداوښت بهتر دے۔ پهٔ رنګ جُوثه هم ښهٔ دے ، عقل فکر ېٔ هم زیات دے بلکې دَ ټولو جاندارو ښهٔ صفتونه پکښې راجمع دی۔ ځکه خو ورته صوفیان عالَمِ صغیر وائی۔
یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَ مَا تُعْلِنُوْنَ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۴
هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی اؤ هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې تاسو پټویٔ اؤ څهٔ چې څرګندویٔ اؤ الله ښهٔ خبر دے دَ زړونو پهٔ حال،
اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ١٘ فَذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۵
آیا نهٔ دے رسیدلے تاسو ته خبر دَ هغه خلقو چې کافران شوی وو دَ مخکښې (قومونو نه) بیا هغوی وڅکله سزا دَ خپل کار اؤ دَ هغوی دپاره دردناک عذاب دے ف۴
ف۴: یعنی له تاسو نه مخکښې مضبوط قومونه عاد اؤ ثمود وغیره دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه دنیا کښې هم تباه شو اؤ دَ آخرت عذاب خو ورته بیل پروت دے۔ دا دَ مکې مشرکانو ته خطاب دے۔
ذٰلِكَ بِاَنَّهٗ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالُوْۤا اَبَشَرٌ یَّهْدُوْنَنَا١٘ فَكَفَرُوْا وَ تَوَلَّوْا وَّ اسْتَغْنَی اللّٰهُ١ؕ وَ اللّٰهُ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ۝۶
دا ځکه چې راؤړې به دوی ته رسُولانو دَ دوی واضحه نشانې نو دوی به وې آیا یو سړے به مونږ ته لار ښائی نو منکر شو اؤ مخ ېٔ واړؤلو ف۵ اؤ الله ترې بې پروائی وکړه ، اؤ الله دے بې پروا دَ ټولو تعریفونو مالک ف۶
ف۵: یعنی آیا زمونږ په شان یو بنیادم زمونږ دَ هدایت دپاره راستؤلے شوے دے؟ کهٔ الله تعالیٰ مونږ ته هدایت کؤلو نو چرته یوه فرښته به ېٔ دَ آسمان نه راستؤلے وې۔ یو بنیادم به بل بنیادم ته څهٔ لار وښائی۔ ګویا دَ هغوی پهٔ خیال بنیادم دَ الله استازې کېدے نهٔ شو ځکه ېٔ انکار وکړو اؤ دَ رسُولﷺ خبره ېٔ نهٔ منله۔
تنبیه: دَ دې آیت نه دا ثابتؤل چې رسُول اللهﷺ ته بشر وئیل کفر دے ، دَ جِهل اؤ بې وقوفیٔ انتها ده ، دَ دې پهٔ ځاېٔ کهٔ څوک دا ووائی چې دَ دې آیت نه دَ هغه خلقو کفر ثابتیږی څوک چې دَ رسُول اللهﷺ دَ بشر کېدو نه انکار کوی۔ نو دا دعویٰ دَ هغې نه زیاته مضبوطه اؤ صحیح ده۔
ف۶: یعنی الله دَ چا څهٔ پرواه لری چې دوی دې الله نه مخ واړؤلو نو هغهٔ ترې دَ خپل رحمت نظر واړؤلو۔
زَعَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ لَّنْ یُّبْعَثُوْا١ؕ قُلْ بَلٰی وَ رَبِّیْ لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ١ؕ وَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ۝۷
دعویٰ کوی کافران چې هرګز به دوی نهٔ شی پورته کؤلے ف۷ تهٔ ووایه ولې نه ضرور به پورته کؤلے شیٔ بیا به درته ښیٔلے شی څهٔ چې تاسو کړی دی اؤ دا کار الله ته ډېر آسان دے ف۸
ف۷: دا مشرکان څنګه چې رسالت نهٔ منی دغه شان دَ دوباره ژوند نه هم منکر دی۔
ف۸: یعنی دباره ژوندی کؤل اؤ دَ ټولو سره دَ خپلو عملونو حساب کؤل الله تعالیٰ ته هېڅ ګران نهٔ دی۔ دا کار به ضرور کیږی دَ چا پهٔ انکار هغه راتلونکے ساعت دَ پاتې کېدو نهٔ دے نو ښهٔ دا ده چې انکار پرېږدیٔ اؤ دَ دغه وخت څهٔ فکر وکړیٔ اؤ ځان ورته تیار کړیٔ۔
فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ النُّوْرِ الَّذِیْۤ اَنْزَلْنَا١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۝۸
نو ایمان راؤړیٔ پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسُولﷺ اؤ پهٔ هغه نُور کوم چې مونږ نازل کړے دے ف۹ اؤ الله ستاسو پهٔ ټولو کارونو ښهٔ خبر دے ف۱۰
ف۹: یعنی قرآن کریم
ف۱۰: یعنی دَ ایمان سره نیک عمل هم ضروری دے۔
یَوْمَ یَجْمَعُكُمْ لِیَوْمِ الْجَمْعِ ذٰلِكَ یَوْمُ التَّغَابُنِ١ؕ وَ مَنْ یُّؤْمِنْۢ بِاللّٰهِ وَ یَعْمَلْ صَالِحًا یُّكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۝۹
پهٔ کومه ورځ چې به تاسو راغونډ کړی دَ راغونډېدو ورځې ته هم دغه ورځ ده دَ ګټې بائیلات ف۱۱ اؤ څوک چې ایمان راؤړی پهٔ الله اؤ نیک کارونه وکړی لرې به کړی الله دَ هغهٔ نه دَ هغهٔ بدیٔ ف۱۲ اؤ داخل به ېٔ کړی داسې باغونو کښې چې بهیږی ورلاندې نهرونه وسی به پکښې همېشه۔ هم دغه ده غټه کامیابی ف۱۳
ف۱۱: یعنی پهٔ دغه ورځ به دوزخیان پهٔ بائیلات کښې وی اؤ جنتیان پهٔ ګټه کښې۔ بائیلات داسې چې دَ الله تعالیٰ عطا کړی قوتونه ېٔ بې موقع خرچ کړل نو فائده خو ېٔ خو دا ونهٔ کړه چې اصل مال ېٔ هم بائیلو اؤ جنتیان چې خپل طاقت پهٔ نیکو کارونو کښې خرچ کړے وهٔ نو یو پهٔ زر بدله ېٔ بیا مونده۔ دَ دې څهٔ تفصیل مخکښې راځی۔
ف۱۲: یعنی چې څهٔ غلطیٔ ترېنه شوی وی دَ ایمان اؤ نیک عمل پهٔ برکت به هغه ورته معاف کړې شی۔
ف۱۳: څوک چې جنت ته ورسېدو ټول مرادونه ېٔ ترسره شو۔ دَ الله دَ رضا ، دَ نعمتونو اؤ دیدار مقام هم دغه دے۔
وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۠۝۱۰
اؤ څوک چې منکر شو اؤ دروغ ېٔ وګڼل زمونږ آیتونه هم دغه خلق دوزخیان دی وسی به پکښې همېشه اؤ ډېر خراب ځاېٔ ته ورسېدل۔
مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ مَنْ یُّؤْمِنْۢ بِاللّٰهِ یَهْدِ قَلْبَهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۱۱
نهٔ رسی هېڅ تکلیف بې دَ الله دَ حکم نه ، اؤ څوک چې ایمان راؤړی پهٔ الله ، هغه لار ښائی دَ هغهٔ زړهٔ ته ف۱۴ ، اؤ الله ته هر څهٔ ښهٔ معلوم دی ف۱۵
ف۱۴: پهٔ دنیا کښې هېڅ تکلیف بې دَ الله دَ مشیت اؤ ارادې هېچا ته نهٔ شی رسېدے۔ دَ ایماندار چې پهٔ دې خبره یقین وی نو هغهٔ پهٔ سخته کښې هېڅ وخت نهٔ بې زړهٔ کیږی اؤ نهٔ خفه کیږی بلکې پهٔ هر حال کښې دَ خپل خالق اؤ مالک پهٔ فیصله راضی وی۔ پهٔ دې طریقه الله تعالیٰ دَ ایماندار زړهٔ کښې صبر ، تسکین اؤ اطمعنان اچوی دَ معرفت اؤ یقین عجیبه عجیبه حالات ورته ښکاره کیږی اؤ دَ باطنی ترقیٔ اؤ روحانی خوشحالیٔ دروازې ورته پرانستې شی۔
ف۱۵: یعنی الله تعالیٰ چې ورباندې څهٔ تکلیف راوستے دے عین دَ مصلحت اؤ حکمت موافق ېٔ راوستے دے اؤ هغه ښهٔ پېژنی چې پهٔ تاسو کښې څوک دَ صبر اؤ رضا پهٔ لار روان دی اؤ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې څهٔ حالات تیریږی۔
وَ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ١ۚ فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاِنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ۝۱۲
اؤ حکم ومنیٔ دَ الله اؤ حکم ومنیٔ دَ الله دَ رسُولﷺ بیا کهٔ تاسو مخ واړؤلو نو زمونږ پهٔ رسُولﷺ خو بس پیغام رسؤل دی صفا صفا ف۱۶
ف۱۶: یعنی پهٔ سخته ، نرمه ، تکلیف اؤ راحت هر وخت کښې دَ الله اؤ رسُولﷺ حکم منیٔ۔ کهٔ داسې نهٔ کویٔ نو خپل تاوان مو دے۔ رسُولﷺ پهٔ ښهٔ بد ښهٔ پوهه کړیٔ اؤ ستاسو پهٔ تابعداریٔ یا نافرمانیٔ کښې الله تعالیٰ ته هېڅ فائده یا نقصان نهٔ رسی۔ کهٔ خبره منیٔ نو ستاسو پکښې خیر دے اؤ کهٔ نهٔ منیٔ نو تاوان مو هم خپل دے۔
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۝۱۳
الله۔ نشته دَ هغهٔ نه سوا دَ بل عبادت ، اؤ پهٔ الله تکیه پکار ده ایماندارو ته ف۱۷
ف۱۷: یعنی دَ عبادت اؤ اعتماد قابل هم دغه یو ذات دے ، نهٔ بل څوک دَ عبادت حقدار دے اؤ نهٔ بل څوک دَ اعتماد قابل دے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ مِنْ اَزْوَاجِكُمْ وَ اَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوْهُمْ١ۚ وَ اِنْ تَعْفُوْا وَ تَصْفَحُوْا وَ تَغْفِرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۴
اے ایماندارو بېشکه ستاسو ځنې ښځې اؤ ځنې اولاد ستاسو دښمنان دی ف۱۸ نو ځان ترې وساتیٔ اؤ کهٔ معاف ېٔ کړیٔ اؤ مخ ترې واړویٔ اؤ وېٔ بخښیٔ نو بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے ف۱۹
ف۱۸: یعنی ډېر ځله بنده دَ ښځې اؤ اولاد پهٔ محبت کښې داسې ډوب شی چې الله دَ یادو نه پاتې شی اؤ دَ الله احکام هېر کړی دَ دغې تعلق پهٔ وجه ترې ډېر دَ ګناه کارونه وشی اؤ ډېرې نیکیٔ ترې پاتې شی۔ دَ ښځې اؤ اولاد دَ فرمائشونو پوره کؤلو نه هېڅ وخت نهٔ وزکاریږی ، پهٔ دغه چکر کښې دَ خپل آخرت نه بې پروا شی۔ څرګنده ده چې دا دَ بنده دپاره ډېر غټ تاوان دے اؤ دَ چا پهٔ وجه چې ېٔ دومره غټ تاوان شوے دے هغهٔ ته دَ دې بنده دوست هېچرے نهٔ شی وئیلے بلکې ډېر خراب دشمن ېٔ دے چې همېشه ژوند ېٔ ورله خراب کړو۔ نو دَ داسې خراب دښمن نه ځان ساتل پکار دی دَ چا دَ دنیا ښهٔ کؤلو دپاره چې دَ بنده آخرت خرابیږی۔ لېکن دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ټولې ښځې اؤ ټول اولاد داسې دے۔ نَه بلکې ډېرې نېک بخته ښځې داسې شته چې هغوی دَ خپلو خاوندانو دَ دین حفاظت کوی اؤ دَ خیر پهٔ کارونو کښې ورسره لاس کوی او ډېر نېک بخته اولاد داسې شته چې پهٔ باقیاتِ صلحات کښې شمار وی ( یعنی چې بنده مړ شی هم دَ دغې نیک اولاد پهٔ برکت ورته پهٔ آخرت کښې فائده رسی۔ هغوی چې ښهٔ کارونه کوی دَ دهٔ ښهٔ تربیت پهٔ برکت نو پهٔ هغې ثواب کښې دې هم حصه دار وی )
ف۱۹: یعنی کهٔ دَ ښځې یا اولاد پهٔ وجه تاسو ته څهٔ دینی یا دنیوی تاوان درورسی نو تاسو ته دا نهٔ ده پکار چې بدل ترې واخلیٔ اؤ سختی پرې وکړیٔ داسې خو پهٔ دنیا نظام خراب شی۔ بلکې دا پکار ده چې څومره پورې شریعت اجازت ورکوی غلطیٔ ورته معاف کړیٔ اؤ نرمی ورسره وکړیٔ الله تعالیٰ به پهٔ تاسو رحم وکړی۔
اِنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَ اَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ١ؕ وَ اللّٰهُ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ۝۱۵
بېشکه ستاسو مالونه اؤ ستاسو اولاد یو ازمیښت دے ، اؤ الله سره دے غټ اجر ف۲۰
ف۲۰: یعنی الله تعالیٰ دَ دې مال دولت اؤ اولاد پهٔ ذریعه پهٔ تاسو ازمیښت کوی چې څوک دَ دې فانی څیزونو پهٔ مینه کښې خپل ژوند خرابوی اؤ څوک دا څیزونه دَ خپل آخرت ښهٔ کؤلو دپاره ذخیره کوی اؤ دَ دې فانی څیزونو پهٔ مینه آخرت ته ترجیح ورکوی۔
فَاتَّقُوا اللّٰهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَ اسْمَعُوْا وَ اَطِیْعُوْا وَ اَنْفِقُوْا خَیْرًا لِّاَنْفُسِكُمْ١ؕ وَ مَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۝۱۶
نو الله نه ویرېږیٔ څومره چې درنه کېدے شی اؤ واؤریٔ اؤ ومنیٔ ف۲۱ اؤ خرچ وکړیٔ دَ خپل خیر دپاره ف۲۲ اؤ څهٔ چې ېٔ بچ کړو دَ نفس دَ لالچ نه نو هم دغه خلق دے مراد ته رسیدونکی ف۲۳
ف۲۱: یعنی څومره چې رونه کېدے شی کوشش کویٔ چې پهٔ دې ازمیښت کښې کامیاب شیٔ دَ الله نه ویرېږیٔ ، دَ هغهٔ خبره اوریٔ اؤ دَ هغهٔ حکم منیٔ پهٔ دې طریقه به کامیاب شیٔ۔
ف۲۲: یعنی دَ الله دَ رضا دپاره مال لګؤلو کښې هم ستاسو خیر دے۔
ف۲۳: یعنی مراد ته هغه سړے رسی څوک چې الله تعالیٰ دَ زړهٔ دَ لالچ اؤ حرص اؤ بُخل غوندې مرضونو نه بچ کړی۔
اِنْ تُقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعِفْهُ لَكُمْ وَ یَغْفِرْ لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ شَكُوْرٌ حَلِیْمٌۙ۝۱۷
کهٔ تاسو قرض ورکړیٔ الله ته پهٔ ښهٔ طریقه قرض نو هغه به ېٔ درته دوچند کړی اؤ معافی به درته وکړی ف۲۴ اؤ الله قدردان دے دَ تحمل والا ف۲۵
ف۲۴: یعنی کهٔ تاسو دَ الله دَ رضا دپاره خپل پاک مالونه ولګویٔ نو الله تعالیٰ به درته نور دَ هغے نه زیات مال درکړی۔ ډېر ګناهونه به درته معاف کړی۔ دَ دې مضمون آیتونه مخکښې هم تېر شوی دی اؤ هلته مونږ پوره تفسیر بیان کړے دے۔
ف۲۵: قدردانی دا ده چې پهٔ لږ کار ډېر اجر ورکوی اؤ تحمل ېٔ دا دے چې پهٔ ګناه کؤلو بنده ته سمدستی سزا نهٔ ورکوی۔ بیا ډېرو ګنهګارو ته ځنې ګناهونه بالکل معاف کړی اؤ چا ته لږه سزا ورکری۔
عٰلِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۠۝۱۸
خبردار پهٔ پټ اؤ څرګند زبردست دَ حکمتونو خاوند ف۲۶
ف۲۶: یعنی هغه دَ ظاهری عملونو اآؤ دَ زړهٔ دَ نیتونو نه ښهٔ خبر دے۔ پهٔ خپل زبردست حکمت اؤ قوت به دَ هغې مناسب بدله ورکوی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ الطَّلَاقِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ اثۡنَتَا عَشَرَۃَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ
سورة طلاق پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې دولس آیتونه اؤ دوه رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَطَلِّقُوْهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَ اَحْصُوا الْعِدَّةَ١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ رَبَّكُمْ١ۚ لَا تُخْرِجُوْهُنَّ مِنْۢ بُیُوْتِهِنَّ وَ لَا یَخْرُجْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ١ؕ وَ تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ١ؕ وَ مَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ١ؕ لَا تَدْرِیْ لَعَلَّ اللّٰهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذٰلِكَ اَمْرًا۝۱
اے نبیﷺ کله چې تاسو طلاق ورکویٔ ښځو ته نو طلاق ورکویٔ پهٔ عدت کښې ف۱ اؤ حساب کویٔ دَ عدت ف۲ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ چې رب دے ستاسو ، مهٔ ېٔ وباسیٔ دَ خپلو کورونو نه ف۳ اؤ دوی دې هم نهٔ وځی مګر (هغه ښځې) چې وکړی څرګنده بې حیائی ف۴ دا دَ الله مقرر کړی حدونه دی اؤ څوک چې وړاندې لاړو دَ الله دَ حدونو نه نو هغهٔ ظلم وکړو پهٔ خپل ځان ف۵ دې خبر نهٔ دے ف۶ شاید چې الله پیدا کړی دَ دې طلاق نه پس څهٔ نوے خبره ف۷
ف۱: نبی ته خطاب دے اؤ مطلب ېٔ ټول امت ته حکم اورؤل دی یعنی کله کهٔ یو سړے دَ څهٔ مجبوریٔ پهٔ وجه ښځې ته دَ طلاق ورکؤلو نیت وکړی نو پکار دا ده چې پهٔ عدت کښې طلاق ورکړی پهٔ سورة بقره کښې تېر شوی دی چې دَ طلاق عدت درے حیضه دی نو دَ حیض راتلو نه مخکښې دَ پاکیٔ پهٔ ورځو کښې طلاق ورکؤل پکار دی چې حیض ېٔ دَ عدت پهٔ شمار کښې راشی اؤ فرض کړه کهٔ چا دَ حیض پهٔ ورځو کښې طلاق ورکړو نو دغه حیض به ېٔ یا پهٔ عدت کښې شماری یا به ېٔ نهٔ شماری کهٔ شماری ېٔ نو دَ طلاق ورکؤلو نه مخکښې چې ېٔ دَ حیض څو ورځې تېرې شوی وی عدت به ېٔ دومره ورځې کم شی۔ اؤ کهٔ دا پکښې نهٔ شماری نور درے حیضه پرې تېروی نو دا دومره ورځې پرې زیاتې شوې۔ ځکه صحیح طریقه دا ده چې دَ پاکیٔ پهٔ ورځو کښې طلاق ورکړی نو عدت به ېٔ پوره درے حیضه راشی۔ نهٔ کم نهٔ زیات اؤ پهٔ حدیث کښې دا شرط هم ورسره لګېدلے دے چې دَ دغه پاکیٔ پهٔ ورځو کښې ورسره یو ځاېٔ شوے نهٔ وی۔
ف۲: یعنی سړی اؤ ښځې دواړو ته پکار دی چې دَ عدت خیال ساتی چرې پهٔ غفلت کښې ترې څهٔ بې احتیاطی ونهٔ شی۔
ف۳: یعنی دَ اللہ دَ ویرې دَ شریعت دَ حکمونو پابندی پکار ده پهٔ هغه حکمونو کښې یو حکم دا هم دے چې کهٔ طلاق ورکوی نو دَ پاکیٔ پهٔ ورځو کښې دې ورکړی۔ درے طلاقه دې پهٔ یو ځاېٔ نهٔ ورکوی اؤ طلاق ورکړے ښځه دې دَ عدت نه مخکښې کور نه نهٔ وباسی۔
ف۴: یعنی ښځې دې پخپله هم دَ کوره نهٔ وځی ځکه چې دا کور کښې وسېدل دَ بنده خپل حق نهٔ دے چې دَ بنده پهٔ رضا ختم شی دا دَ شریعت حق دے۔ البته کهٔ دا ښځه واضحه بې حیائی شروع کړی لکه بدکاره یا غلاګره شی یا جنګیالۍ شی چې هر وخت سړے تنګوی نو بیا ېٔ دَ کوره شړل جائز دی اؤ کهٔ بې وجهې خپله دَ کوره وځی نو دا دَ ګناه اؤ بې حیایۍ کار دے۔
ف۵: یعنی دَ ګناه پهٔ وجه ېٔ ځان خپله دَ سزا حقدار کړو۔
ف۶: دَ لَا تَدْرِیْ ترجمه دَ غائب شوی ده دې دپاره چې واضحه شی چې مراد ترې طلاق ورکؤنکے دے۔ یعنی خطاب طلاق ورکؤنکی ته دے نهٔ چې رسُول اللهﷺ ته۔
ف۷: یعنی شاید چې بیا دواړه سره راضی شی اؤ پهٔ طلاق پښېمانه شی۔
فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ فَارِقُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ وَّ اَشْهِدُوْا ذَوَیْ عَدْلٍ مِّنْكُمْ وَ اَقِیْمُوا الشَّهَادَةَ لِلّٰهِ١ؕ ذٰلِكُمْ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ؕ۬ وَ مَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًاۙ۝۲
بیا کوم وخت چې ورسی خپلې نېټې ته نو وې ساتیٔ دَ دستور موافق یا ېٔ پرېږدیٔ دَ دستور موافق ف۸ اؤ ګواهان کړیٔ پهٔ دې معتبر کسان پهٔ خپلو کښې ف۹ اؤ صحیح ګواهی ورکویٔ دَ الله دپاره ف۱۰ دا خبره چې ده پهٔ دې به پوهه شی هغه څوک چې یقین لری پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ف۱۱ اؤ څوک چې ویریږی دَ الله نه هغه مقرروی ورته ګذاره ف۱۲
ف۸: یعنی پهٔ رجعی طلاق کښې چې عدت پهٔ ختمېدو شی نو سړی ته اختیار دے چې دَ عدت ختمېدو نه نه مخکښې دَ قانون موافق دَ طلاق نه رجوع وکړی اؤ ښځه پهٔ خپله نکاح کښې وساتی ، یا ېٔ دَ عدت پوره کېدو نه پس پهٔ معقوله طریقه دَ ځان نه جُدا کړی (رجوع ونهٔ کړی اؤ دَ نکاح تعلق ېٔ ختم شی ) مطلب دا چې کهٔ ساتیٔ ېٔ نو هم اؤ کهٔ جُدا کویٔ ېٔ نو هم پهٔ هر حالت کښې دَ سړیتوب اؤ شرافت پهٔ طریقه کار پکار دے۔ داسې مهٔ کویٔ چې دَ ساتلو نیت مو ورته نهٔ وی اؤ خامخا پرې عدت اوږد کړیٔ۔ یا ورته پیغورونه ورکویٔ اؤ تکلیف ورته رسویٔ۔
ف۹: یعنی دَ عدت پوره کېدو نه وړومبے کهٔ ېٔ دَ رجوع اراده وی نو پکار ده چې رجوع دَ دوؤ ګواهانو پهٔ مخکښې وکړی چې صبا پرې څوک تهمت نهٔ وائی (چې طلاقه ښځه کور کښې ساتی۔ طلاقی دے۔)
ف۱۰: دا ګواهانو ته نصیحت دے چې دَ شهادت پهٔ وخت کښې اړوپېر خبرې نهٔ دی پکار ، صفا سُتره واضحه خبره پکار ده۔
ف۱۱: دَ اسلام نه مخکښې دَ جهالت پهٔ زمانه کښې به پهٔ ښځو ډېر ظلمونه کېدل دَ څاروو پشان یا مجرمانو قیدیانو پهٔ شان سلوک به ورسره کېدو ، دَ بنیادم پهٔ نظر ورته چا نهٔ کتل اؤ نهٔ ېٔ چا څهٔ حق منلو۔ څهٔ کسانو به ښځو ته سل سل ځله طلاق ورکړو بیا به هم دَ هغوی دَ مصیبت ورځې نهٔ ختمېدې اؤ دَ دې قید نه به ېٔ خلاصے نهٔ وهٔ۔ قرآن کریم ځاېٔ پهٔ ځاېٔ دَ دې ظلم ختمؤلو حکم کړے دے۔ اؤ دَ نکاح اؤ طلاق متعلق ېٔ ډېر صفا اؤ واضح حکمونه بیان کړی دی۔ په دې سورت کښې هم دَ حکیمانه هدایت اؤ خیرخواهیٔ بهترین اصول ښودلی شوی دی چې ”فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ فَارِقُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ“ چې یا خو ېٔ پهٔ سړیتوب اؤ ښهٔ طریقه ځان سره وساتیٔ او یا کهٔ مو خوښې نهٔ وی نو پهٔ مناسب طریقه ېٔ دَ خپلې نکاح نه آزادې کړیٔ لېکن دَ دې بهترینو اصولو نه فائده هغه څوک اخستے شی څوک چې پهٔ خداېٔ اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ یقین لری ځکه چې دا یقین دَ سړی پهٔ زړهٔ کښې دَ الله ویره پیدا کوی اؤ دا خیال زړهٔ ته راولی چې څنګه نن دا کمزورې ښځه زما پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې ده دغه شان زهٔ هم دَ یو ډېر زبردست قهار بادشاه پهٔ قبضه کښې یم اؤ یوه ورځ به ورسره مخامخ کېږم نو پهٔ دغه کمزوری انسان باندې کړی ظلمونو بدل به رانه اخلی۔ دغه تصّور بنده دَ ظلم نه منع کوی اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ تابعداریٔ اؤ پرهیزګاریٔ ېٔ مجبوره کوی ځکه پهٔ دې سورت کښې پهٔ پرهیزګاریٔ اؤ الله نه خوف ډېر زور ورکړې شوے دے۔
ف۱۲: یعنی دَ الله دَ ویرې دَ شریعت په هر حکم عمل کویٔ کهٔ هر څو مشکل وی الله تعالیٰ به درته ټول مشکلات آسان کړی۔
وَّ یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُ١ؕ وَ مَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بَالِغُ اَمْرِهٖ١ؕ قَدْ جَعَلَ اللّٰهُ لِكُلِّ شَیْءٍ قَدْرًا۝۳
اؤ ورکوی روزی دَ داسې طرف نه چې پهٔ خپل خیال کښې ېٔ هم نهٔ وی ف۱۳ اؤ څوک چې تکیه کوی پهٔ الله نو هغه ورته کافی دے ، بېشکه الله پوره کوی خپل کار ، الله مقرر کړے ده هر څهٔ ته یوه اندازه ف۱۴ ،
ف۱۳: دَ الله ویره پهٔ دواړو جهانه کښې دَ کامیابیٔ کنجی اؤ دَ مشکلاتو دَ اسانېدو ذریعه ده۔ بنده ته بې ګمانه روزی ملاویږی ګناهونه ېٔ معاف کیږی دَ نیکو اجر ېٔ زیاتیږی۔ دَ زړهٔ اطمینان اؤ سکون ورته حاصلیږی اؤ جنت پهٔ لاس ورځی چې همېشه به پکښې خوشحاله وی دَ هر غم اؤ فکر نه آزاد۔
ف۱۴: یعنی پهٔ الله باندې اعتماد کویٔ پهٔ ظاهری اسبابو اعتماد مهٔ کویٔ دَ الله قدرت دَ دې اسبابو پابند نهٔ دے هغه چې دَ څهٔ اراده وکړی هغه پوره کوی۔ ظاهری اسباب هم دَ هغهٔ دَ ارادې تابع دی۔ البته دَ هرکار دپاره هغهٔ سره یو اندازه مقرر ده هم دَ هغې مناسب کیږی نو کهٔ پهٔ څهٔ کار کښې څهٔ وخت ولګی نو متوکل ته پرېشان کېدل نهٔ دی پکار (دَ هغې به لا نېټه نهٔ وی پوره)
وَ الّٰٓـِٔیْ یَىِٕسْنَ مِنَ الْمَحِیْضِ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ اِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلٰثَةُ اَشْهُرٍ١ۙ وَّ الّٰٓـِٔیْ لَمْ یَحِضْنَ١ؕ وَ اُولَاتُ الْاَحْمَالِ اَجَلُهُنَّ اَنْ یَّضَعْنَ حَمْلَهُنَّ١ؕ وَ مَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ اَمْرِهٖ یُسْرًا۝۴
اؤ کومې چې نااُمیده دی دَ حیض نه ستاسو پهٔ ښځو کښې کهٔ ستاسو څهٔ شک وی نو دَ هغوی عدت درے میاشتې دے اؤ دغه شان (درے میاشتې) دَ هغو ښځو هم دے چې حیض ېٔ نهٔ وی جاری شوے ف۱۵ اؤ دَ بارداریو نېټه دا ده چې وځېږوی دغه بچے ف۱۶ اؤ څوک چې ویریږی دَ الله نه ، الله دَ هغوی کار آسانوی،
ف۱۵: یعنی قرآن خو دَ مطلقې عدّت درې درے حیضه ښیٔلے دے لکه چې سورتِ بقره کښې تېر شوے دے ، نو کهٔ ستاسو شک وی چې دَ دې مطلقې حیض شروع شوے نهٔ دے (نابالغه ده) یا بوډیٔ ده حیض ېٔ بند شوے دے نو دَ هغې عدت به څومره وی هغه ېٔ وښیٔلو چې درے میاشتې به پوره کوی۔
ف۱۶: دَ حاملې ښځې عدت اولاد پیدا کېدل دی۔ کهٔ دَ طلاق نه یو منټ پس پیدا شی اؤ کهٔ ډېره موده پس پهٔ دې کښې طلاقه شوے ښځه اؤ کنډه یو شان دی لکه احادیثو کښې چې واضحه شوے ده۔
ذٰلِكَ اَمْرُ اللّٰهِ اَنْزَلَهٗۤ اِلَیْكُمْ١ؕ وَ مَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یُكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَ یُعْظِمْ لَهٗۤ اَجْرًا۝۵
دا دَ الله حکم دے چې راستؤلے ېٔ دے تاسو ته ، اؤ څوک چې دَ الله نه ویریږی هغه ترېنه لرے کوی بدیٔ اؤ زیاتوی ورته ثواب ف۱۷
ف۱۷: پهٔ جمله جمله پس دَ تقوٰی نه۔ اؤ الله نه دَ ویرې ترغیب پهٔ مختلفو الفاظو بیا بیا ورکړې شوے دے چې خلق ښهٔ پوهه شی چې دَ ښځو پهٔ معامله کښې دَ تقوٰی ډېر ضرورت دے۔
اَسْكِنُوْهُنَّ مِنْ حَیْثُ سَكَنْتُمْ مِّنْ وُّجْدِكُمْ وَ لَا تُضَآرُّوْهُنَّ لِتُضَیِّقُوْا عَلَیْهِنَّ١ؕ وَ اِنْ كُنَّ اُولَاتِ حَمْلٍ فَاَنْفِقُوْا عَلَیْهِنَّ حَتّٰی یَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ١ۚ فَاِنْ اَرْضَعْنَ لَكُمْ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ١ۚ وَ اْتَمِرُوْا بَیْنَكُمْ بِمَعْرُوْفٍ١ۚ وَ اِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهٗۤ اُخْرٰیؕ۝۶
دوی ته دَ استوګې ځاېٔ ورکړیٔ څنګه ځاېٔ کښې چې تاسو وسیٔ دَ خپل طاقت مناسب ف۱۸ اؤ تکلیف مهٔ وررسویٔ چې تنګې ېٔ کړیٔ ف۱۹ اؤ کهٔ دوی باردارې وی نو نفقه ورکویٔ تردې چې وځېږوی دغه بچے ف۲۰ بیا کهٔ دوی ستاسو دَ خاطره دغه بچی ته پئی ورکوی نو دوی ته ورکړیٔ دَ دې خدمت بدله اؤ چل ښایئی خپلو کښې یو بل ته دَ نېکیٔ ف۲۱ اؤ کهٔ تاسو خپلو کښې ضد کویٔ نو پئی به ورکړی دې بچی ته بله ښځه ف۲۲
ف۱۸: دَ سړی پهٔ ذمه فرض دی چې ښځې ته دَ عدت پوره کېدو پورې دَ استوګې ځاېٔ ورکړی ( دې ته سُکْنٰی وئیلے شی ) اؤ چې سُکْنٰی ضروری شوه نو نفقه هم ضروری شوه ځکه چې ښځه دومره موده پهٔ مکان کښې بنده وی نو ځان ته به روزی څنګه پیدا کوی۔ دَ قرآن کریم پهٔ دې الفاظو کښې (مِنْ حَیْثُ سَكَنْتُمْ مِّنْ وُّجْدِكُمْ وَ لَا تُضَآرُّوْهُنَّ لِتُضَیِّقُوْا عَلَیْهِنَّؕ الخ) هم دې ته اشاره ده چې دَ خپل توفیق مناسب ېٔ دَ ځان سره ساتئی نو ظاهره ده چې ”دَ توفیق مناسب“ ځان سره ساتلو کښې خرڅ خوراک اؤ دَ مناسب جامې انتظام هم راځی۔ لکه چې پهٔ مصحف بن مسعودؓ کښې دا آیت پهٔ دې شان وهٔ۔ اَسْكِنُوْهُنَّ مِنْ حَیْثُ سَكَنْتُمْ وَاَنْفِقُوْا عَلَیْهِنَّ مِّنْ وُّجْدِكُمْ ۔
دَ احنافو پهٔ نِزد دَ نفقې اؤ سکنیٰ حکم هر قسم مطلقې ته عام دے۔ طلاقِ رجعی وی کهٔ بائن۔ لکه مخکښې نه چې دَ عدت بیان راځی اؤ پهٔ عدت کښې دَ بوډۍ اؤ وړې اؤ حاملې څهٔ تحصیص نشته۔ تر یو خاص وخته عدت پهٔ ټولو فرض دے۔ دغه شان سُکْنٰی اؤ نفقه هم دَ ټولو یو شان ده څهٔ تحصیص پکښې نشته۔ پاتې شو دَ فاطمه بنت قیسؓ حدیث چې پکښې وائی زما سړی ماته درے طلاقه راکړل نو رسول اللهﷺ ماته پهٔ سړی سُکْنٰی اؤ نفقه مقرر نهٔ کړهٔ۔ نو اول خو دا حدیث فاروق اعظمؓ اؤ عائشېؓ اؤ نورو اصحابو اؤ تابعینو نهٔ دے منلے بلکې فاروق اعظمؓ خو دا هم وئیلی دی چې مونږ دَ یو ښځې پهٔ وینا دَ الله کتاب اؤ دَ رسُول اللهﷺ سُنت نهٔ شو پرېښوے۔ زمونږ یقین نشته چې دَ دې ښځې نه خبره هېره شوے ده کهٔ ورته یاده ده۔ معلومیږی چې حضرت عمرؓ هم دَ کتاب الله نه دغه مطلب اخستے وهٔ چې درے طلاقه ورکړی شوے ښځې دپاره سُکْنٰی اؤ نفقه پهٔ سړی واجب ده اؤ دَ دې پهٔ تائید کښې ورسره دَ رسُول اللهﷺ احادیث هم وو لکه چې طحاویؒ دَ حضرت عمرؓ نه واضح روایت نقل کړے دے چې ما دا مسٔله دَ رسُول اللهﷺ نه اورېدلے ده اؤ دارِ قطنیؒ دَ حضرت جابرؓ نه هم یو دغه شان حدیث نقل کړے دے اګرچې وروستو ېٔ پهٔ راویانو باندې تنقید کړے دے اؤ دا هم کېدے شی چې فاطمې بنت قیسؓ دَ سخرانے سره جنګونه کؤل اؤ هغوی ېٔ تنګؤل ځکه حضورﷺ ورته دَ خاوند دَ کور نه دَ وتو حکم ورکړے وی اؤ چې دَ استوګې قید ېٔ ختم شو نو دَ نفقې ذمه واری هم ختمه شوه لکه نامرمانه ښځه چې دَ خاوند دَ کوره وځی نو دَ خاوند نه ېٔ دَ نفقې ذمه واری هم ختمه شی۔ تر څو چې بیا واپس کورته نهٔ وی راغلے۔ دا خبره امام ابوبکر رازیؒ پهٔ احکام القرآن کښې لیکلے ده۔ اؤ دَ جامع ترمذیؒ دَ یو روایت نه معلومیږی چې فاطمې بنتِ قیسؓ ته خاوند څهٔ غله ورکړے وه۔ هغې زیاته غوښته نو هغه مطالبه ېٔ منظور نهٔ شوه یعنی رسُول اللهﷺ ورته دَ هغې نه زیاته نفقه تجویز نهٔ کړه کومه چې سړی ورکؤله اؤ دَ زیاتی مطالبه ېٔ منظوره نهٔ کړه۔ البته دَ نسائی اؤ طبرانی اؤ مسند امام احمد پهٔ ځنې روایتونو کښې دَ فاطمې بنتِ قیسؓ نه واضح روایت دے چې حضورﷺ وفرمائیل نفقه دَ هغې مطلقې دپاره ده کومې سره چې رجوع ممکنه وی۔ خو دَ دې روایتونو سندونه مضبوط نهٔ دی۔ زیلعیؒ ورباندې پهٔ تخریج هدایه کښې کافی بحث کړے دے۔
ف۱۹: یعنی تکلیف مهٔ ورکویٔ چې هغه دَ کور نه پهٔ وتو مجبوره شی۔
ف۲۰: یعنی دَ اولاد پیدا کېدو ته کله وخت ډېر وی نو دا ېٔ واضح بیان کړو چې هر څومره وخت چې وی خو تر ځېږېدو به نفقه ورکویٔ داسې به نهٔ کویٔ چې درے میاشتې پس پرې نفقه بنده کړیٔ۔
ف۲۱: یعنی دَ اولاد کېدو نه پس کهٔ دغه ښځه ستاسو دَ خاطره دې وړوکی ته پئی ورکوی نو کوم اُجرت چې به درنه بلې دائی اخستو هغه دې ښځې ته ورکړیٔ اؤ پهٔ معقوله طریقه ورسره ګذاره کویٔ۔ نهٔ دې سړے ضد کوی نهٔ ښځه دَ یو بل سره ښهٔ سلوک ساتیٔ یعنی نهٔ دې ښځه وړوکی ته دَ پیٔو ورکؤلو نه انکار کوی اؤ نه دې سړے خامخا ورته دائی نیسی۔
ف۲۲: یعنی ښځه دې هم خامخا ډېر سر پښې اؤ نخرې نهٔ کوی کهٔ دا پهٔ خپله رضا وړوکی ته پئی ورکؤل نهٔ غواړی نو روزی رسان الله دے بله دائی به ورته پیدا شی۔ اؤ سړے دې هم خامخا ضد نهٔ کوی چې دَ دې پئی پرې نهٔ څکوم۔ آخر بله دائی به هم ترېنه څهٔ غواړی نو هغه شے دې دغه ښځې ته پهٔ رضا خوښیٔ ورکړی۔
لِیُنْفِقْ ذُوْ سَعَةٍ مِّنْ سَعَتِهٖ١ؕ وَ مَنْ قُدِرَ عَلَیْهِ رِزْقُهٗ فَلْیُنْفِقْ مِمَّاۤ اٰتٰىهُ اللّٰهُ١ؕ لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا مَاۤ اٰتٰىهَا١ؕ سَیَجْعَلُ اللّٰهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُّسْرًا۠۝۷
اؤ پکار ده چې خرڅ وکړی شتهٔ من دَ خپل طاقت مناسب اؤ چا ته چې پهٔ اندازه ورکړے شوے وی رزق نو هغه دې خرچه وکړی دَ هغې مناسب څهٔ چې الله ورکړی دی۔ الله تکلیف نهٔ ږدی پهٔ هېڅ یو بنده مګر دغه هومره څومره چې ېٔ طاقت ورکړے دے ، اوس به راولی الله دَ سختیٔ نه پس څهٔ آسانی ف۲۳
ف۲۳: یعنی دَ وړوکی دَ پرورش حق پهٔ پلار دے دَ خپل حیثیت مناسب۔ الله تعالیٰ دَ طاقت نه زیات بوج پهٔ چا نهٔ ږدی څوک چې پهٔ تنګسیا کښې دَ خپل حیثیت مناسب دَ الله پهٔ حکم خرڅ وکړی الله به دَ هغهٔ تنګسیا پهٔ راحته بدله کړی۔
وَ كَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ عَتَتْ عَنْ اَمْرِ رَبِّهَا وَ رُسُلِهٖ فَحَاسَبْنٰهَا حِسَابًا شَدِیْدًا١ۙ وَّ عَذَّبْنٰهَا عَذَابًا نُّكْرًا۝۸
اؤ څومره کلی دی چې نافرمانی ېٔ وکړه دَ خپل رَب دَ حکم اؤ دَ هغهٔ دَ رسُولانو بیا مونږ ورسره حساب وکړو سخت حساب اؤ آفت مو پرې راؤستو داسې چې چا نهٔ وهٔ لیدلے ف۲۴
ف۲۴: یعنی دَ ښځو پهٔ باره کښې چې درته دَ شریعت کوم حکمونه بیان شو دې باندې ډېر پهٔ کلکه عمل وکړیٔ۔ کهٔ نافرمانی مو وکړه نو یاد لریٔ دَ الله اؤ رسُولﷺ دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه ډېر کلی اؤ ډېر قومونه تباه و برباد شوی دی۔
فَذَاقَتْ وَبَالَ اَمْرِهَا وَ كَانَ عَاقِبَةُ اَمْرِهَا خُسْرًا۝۹
بیا ېٔ وڅکله سزا دَ خپل کار اؤ وهٔ انجام دَ هغوی دَ کار تاوان ف۲۵
ف۲۵: یعنی آخر انجام ېٔ خراب شو اؤ پهٔ ټول عمر کښې چې ېٔ څهٔ ګټلی وو هغه ټول ېٔ بیلودل۔
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا١ۙ فَاتَّقُوا اللّٰهَ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ١ۛۖۚ۬ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ۛ۫ؕ قَدْ اَنْزَلَ اللّٰهُ اِلَیْكُمْ ذِكْرًاۙ۝۱۰
تیار ساتلے دے الله دَ دوی دپاره سخت عذاب ف۲۶ نو ویره وکړیٔ دَ الله نه اے دَ عقل خاوندانو دَ چا چې یقین دے ف۲۷ چې بېشکه الله نازل کړے دے تاسو ته نصیحت ف۲۸ ،
ف۲۶: اول دَ دنیاوی عذاب بیان وهٔ اوس دَ آخرت عذاب بیانیږی۔
ف۲۷: یعنی دَ دې عبرتناکو خبرو پهٔ اورېدو ایماندارو ته ویره پکار ده چې چرته زمونږ نه څهٔ داسې غلطی ونهٔ شی چې دَ الله پهٔ عذاب کښې ګېر شو۔
ف۲۸: یعنی قرآن۔ اؤ کهٔ ذکر دَ ذاکر پهٔ معنیٰ وی نو رسُول اللهﷺ ترې خپله مراد دے۔
رَّسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ مُبَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ١ؕ وَ مَنْ یُّؤْمِنْۢ بِاللّٰهِ وَ یَعْمَلْ صَالِحًا یُّدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ قَدْ اَحْسَنَ اللّٰهُ لَهٗ رِزْقًا۝۱۱
رسُول دے چې اوروی تاسو ته آیتونه صفا صفا ف۲۹ چې وباسی هغه کسان چې پهٔ ایمان ېٔ راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل دَ تیرو نه رڼا ته ف۳۰ اؤ چا چې ایمان راؤړو پهٔ الله اؤ نیک عمل ېٔ وکړو الله به ېٔ ننباسی داسې باغونو ته چې بهیږی ورلاندې نهرونه همېشه به پکښې وسی ، بېشکه بهتره کړه الله دَ دوی دپاره روزی ف۳۱
ف۲۹: یعنی صفا آیتونه چې دَ الله احکام پکښې صفا صفا بیان شوی دی۔
ف۳۰: یعنی دَ کفر اؤ جِهل دَ تیرو نه به ېٔ دَ ایمان اؤ عِلم رڼا ته راوباسی۔
ف۳۱: دَ جنت نه بهتره روزی اؤ ښهٔ خوراکونه به بل چرته وی۔
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ وَّ مِنَ الْاَرْضِ مِثْلَهُنَّ١ؕ یَتَنَزَّلُ الْاَمْرُ بَیْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ١ۙ۬ وَّ اَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَحَاطَ بِكُلِّ شَیْءٍ عِلْمًا۠۝۱۲
الله هغه دے چا چې پیدا کړل اووهٔ آسمانونه اؤ زمکه هم دَ دې پشان ف۳۲ نازلوی خپل حکم پهٔ دې زمکه اؤ آسمانونو کښې ف۳۳ چې تاسو پوهه شیٔ چې الله هر څهٔ کؤلے شی اؤ دا چې دَ الله عِلم چاپېره دے دَ هر څهٔ نه ف۳۴
ف۳۲: یعنی زمکې هم اووه (۷) دی دَ آسمانونو پشان لکه دَ ترمذی شریف دَ ځنې احادیثو نه چې معلومیږی۔ کېدے شی چې دغه زمکې خلقو ته په نظر نهٔ راځی۔ اؤ کېدے شی چې خلق ېٔ وینی خو ستوری ېٔ ګڼی لکه دَ ځنې سائنسدانانو پهٔ خیال چې مریخ کښې غرونه ، دریابونه شته اؤ لکه دَ زمکې مخلوق پکښې آباد دے۔ کېدے شی چې دغه شان نورو ستوریو کښې هم آبادی وی خو مونږ ترې نهٔ یو خبر۔ اؤ حدیث کښې چې دا راځی چې دغه زمکې زمونږ دَ زمکې دَ لاندې دی۔ نو دا به پهٔ ځنې حالاتو کښې وی۔ اؤ کله به ترې وچتې هم وی۔ باقی پاتې شو دَ ابنِ عباسؓ هغه قول چې پکښې ” فِیۡهَا اٰدَمٌ کاٰدمکم“ وغېره راغلی دی نو دَ هغې دَ تفصیل ګنجائش نشته۔ پهٔ روح المعانی کښې ورباندې پوره بحث شوے دے اؤ دَ مولانه محمّد قاسم نانوتویؒ پهٔ ځنې رسالو کښې ښهٔ صفا بیان شوے دے۔
ف۳۳: یعنی دَ دنیا دَ انتظام دپاره تکوینی اؤ تشریعی احکام آسمانونو اؤ زمکو ته راکوزیږی۔
ف۳۴: یعنی دَ زمکې اؤ آسمانونو پهٔ پیدا کؤلو اؤ دَ دې پهٔ انتظام کؤلو کښې غرض دا دے چې دَ الله تعالیٰ صفاتِ کمالیه ، عِلم اؤ قدرت څرګند شی۔ دَ الله تعالیٰ باقی صفتونه بیا پهٔ دې دوو پورې تعلق لری۔ پهٔ صوفیانو کښې چې یو حدیث مشهور دے۔ کُنۡتُ کَنۡزًا مَّخۡفِیًّا فَاَحۡبَبۡتُ اَنۡ اُعۡرَفَ فَخَلَقۡتُ الۡخَلۡقَ۔ دا حدیث اګرچې دَ محدّثینو دَ تنقید پهٔ اصولو صحیح نهٔ دے خو بیا هم داسې معلومیږی چې مضمون ېٔ دَ دې آیت دَ مضمون نه اخستې شوے دے۔ والله اعلم
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ التَّحۡرِیۡمِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ اثۡنَتَا عَشَرَۃَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ
سورت تحریم پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې دولس آیتونه اؤ دوه رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَاۤ اَحَلَّ اللّٰهُ لَكَ١ۚ تَبْتَغِیْ مَرْضَاتَ اَزْوَاجِكَ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱
ف۱ اے نبیﷺ تهٔ ولې پهٔ ځان حراموے داسې شے چې حلال کړے دے درته الله ، تهٔ غواړې خوشحالؤل دَ خپلو ښځو ف۲ اؤ الله بخښونکے مهربانه دے ف۳
ف۱: دَ سورتِ احزاب پهٔ فوائدو کښې تېر شوی دی چې کوم وخت الله تعالیٰ دَ مسلمانانو پهٔ لاس دَ کافرانو ډېر ملکونه فتح کړل۔ ډېر مالِ غنیمت پهٔ لاس ورغلو اؤ دَ عامو مسلمانانو مالی حالت بهتر شو نو دَ رسول اللهﷺ دَ پاکو بیبیانو هم دا خیال پیدا شو چې زمونږ ژوند هم دَ نورو خلقو پهٔ شان پهٔ آرام شوې۔ پهٔ دې خیال ېٔ دَ رسُول اللهﷺ نه دَ کور دَ خرچ (نفقه) زیاتؤلو مطالبه وکړه۔ دَ رسُول اکرمﷺ دغه خبره نهٔ وه خوښه دَ پاکو بیبیانو نه ېٔ زړهٔ خفه شو۔ پهٔ دې باره کښې حضرت ابوبکرؓ خپلې لور عائشے بی بیؓ ته اؤ حضرت عمرؓ خپلې لور حضرت حفصے بی بیؓ ته زورنه ورکړه۔ اؤ هغوی وعده وکړه چې بیا به دَ حضور اکرمؓ نه داسې شے نهٔ غواړو چې دَ هغهٔ خوښ نهٔ وی۔ خو بیا هم څهٔ داسې واقعات پېښ شو چې حضور اکرمﷺ ایلاء وکړه یوه میاشت دَ پاکو بیبیانو نه جُدا ځان ته ځاېٔ کښې دیره شو کور ته نهٔ تلو۔ تر دې چې دَ تخییر آیتونه پهٔ سورتِ احزاب کښې نازل شو اؤ دا قصه ختمه شوه۔
رسُولِ پاکﷺ کور ته تلل شروع کړل۔ پهٔ دغه مینځ کښې ځنې خبرې داسې راغلې چې دَ حضور اکرمﷺ طبیعت پرې دروند شو۔ اصل خبره دا ده چې دَ ټولو بیبیانو دَ پاک رسُولﷺ سره بې شانه مینه وه دَ هرې یوې بی بی دا خواهش وهٔ چې دَ حضور اکرمﷺ دَ خدمت موقع زیاته پهٔ لاس ورشی چې دَ حضور اکرمﷺ ورته زیاته توجه پیدا شی، پهٔ دې سلسله کښې به دَ بیبیانو خپلو کښې دَ مقابلې پهٔ وجه زړونو کښې خیرے راتلو۔ دَ سړی دپاره داسې موقع ډېره نازکه وی اؤ دَ سړی دَ خوش اخلاقیٔ اؤ تدبّر یو سخت امتحان وی۔ خو حضور اکرمﷺ دغه نازکه موقع هم دغه هومره پهٔ کامیابئ ترسره کړه څومره چې دَ سیّد الانبیاء دَ پاک سیرت اؤ بهترینو اخلاقو نه طمع کېدے شوه۔ دَ پاک رسُولﷺ عادت وهٔ چې مازیګر نه پس به دَ ټولو بیبیانو کورونو ته ورتلو اؤ لږ لږ وخت به ېٔ ورسره تېرولو۔ یوه ورځ ورته حضرت زینبؓ ګبین پېش کړو۔ دَ ګبین شربت څښلو باندې حضور اکرمﷺ دَ بی بی زینبؓ سره لږ زیات وخت ایسارېدو۔ حضرت عائشےؓ اؤ حضرت حفصےؓ پهٔ شریکه داسې چل جوړ کړو چې پاک رسُولﷺ دَ بی بی زینبؓ سره ګبین څښل پرېږدی۔ حضور اکرمﷺ یوه ورځ حضرت حفصےؓ ته ووې چې ما دَ حضرت زینبؓ سره ګبین څښلو خو دَ دې نه پس قسم خورم چې بیا به نهٔ څکم۔ بیا ېٔ دا خیال راغلو چې کهٔ بی بی زینبؓ دَ دې نه خبر شی نو خفه به شی۔ نو بی بی حفصےؓ ته ېٔ ووې چې تا ته خو مې ووې خو چې بل څوک درنه خبر نهٔ شی۔
دغه شان یوه واقعه دَ ماریه قبطیهؓ متعلق هم راغلې وه۔ بیا رسُول اللهﷺ دَ بیبیانو خوشحالو دپاره قسم وخوړو چې بیا به ماریےؓ ته نهٔ نژدے کېږم۔ دا خبره هم پاک رسُولﷺ حفصےؓ ته کړے وه اؤ منع کړے ېٔ وه چې بل چا ته حال ونهٔ وائې۔ دَ هغې اؤ دَ عائشے بی بیؓ خو صلاح یوه وه۔ هغې عائشے بی بیؓ ته حال ووې اؤ منع ېٔ کړه چې بل چاته به نهٔ واېٔ۔ پاک رسُولﷺ الله تعالیٰ پهٔ دې خبره خبر کړو چې حفصے بی بی خو ستا خبره پټه ونهٔ ساتله بل چا ته ېٔ ووېٔ۔ رسُول اللهﷺ حضرت حفصےؓ ته زورنه ورکړه چې ما منع کړے وې نو بیا دې هم خبره عائشے بی بیؓ ته ولې وکړه۔ دَ هغې زړهٔ ته راغله چې دا راسره جوړ عائشے بی بیؓ ټګی وکړه۔ حضورﷺ ته ېٔ حال ووېٔ نو زر ېٔ دَ حضورﷺ نه تپوس وکړو چې تهٔ چا خبر کړې چې ما عائشےؓ سره ستا خبره کړے ده حضورﷺ ورته وفرمائیل چې الله تعالیٰ۔ دا آیتونه پهٔ دغه سلسله کښې نازل شوی دی۔
ف۲: حلال شے پهٔ ځان حرامؤلو مطلب دا دے چې دغه شے حلال اؤ جائز ګڼی خو بیا هم دا وعده وکړی چې استعمالؤم به ېٔ نه پهٔ ځان ېٔ بند کړی۔ نو داسې کار کهٔ دَ څهٔ خاصې فائدې دپاره وی نو جائز دے لېکن دَ حضورﷺ دَ وچتې مرتبې سره دا مناسب نهٔ وه چې دَ ځنې بیبیانو خوشحالؤلو دپاره یو حلال څیز پهٔ ځان بند کړی اؤ یو داسې لاره جوړه کړی چې بیا پکښې نور اُمت ته تکلیف وی۔ ځکه الله تعالیٰ منع کړو چې بېشکه ښهٔ خوی اؤ دَ بیبیانو سره نرمی پکار ده خو تردې حده نه چې یو حلال شے دَ هغوی دَ خاطره پهٔ ځان بند کړے۔
ف۳: الله تعالیٰ غفور اؤ رحیم دے۔ ګناهونه معاف کوی۔ اؤ دا خو ګناه هم نهٔ وه هسې دَ خپلې مرتبې دَ شان نه لږه کمه خبره وه۔
قَدْ فَرَضَ اللّٰهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ اَیْمَانِكُمْ١ۚ وَ اللّٰهُ مَوْلٰىكُمْ١ۚ وَ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ۝۲
مقرر کړی دی الله ستاسو دپاره ماتؤل دَ خپلو قسمونو اؤ الله مالک دے ستاسو اؤ هغه دے پهٔ هر څهٔ خبر دَ حکمتونو خاوند ف۴
ف۴: یعنی هغې علیم اؤ حکیم مالک ستاسو دپاره ډېر مناسب حکمونه راستولی دی یو پکښې دا هم دے چې کهٔ یو سړے پهٔ څهٔ نامناسبه کار قسم وخوری نو پکار دا ده چې دغه قسم مات کړی اؤ کفاره ورکړی۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی۔ اوس کهٔ څوک دَ خپل څهٔ شی نه قسم وخوری چې دا پهٔ ما حرام دے نو پکار ده چې هغه شے استعمال کړی اؤ کفاره ورکړی۔
وَ اِذْ اَسَرَّ النَّبِیُّ اِلٰی بَعْضِ اَزْوَاجِهٖ حَدِیْثًا١ۚ فَلَمَّا نَبَّاَتْ بِهٖ وَ اَظْهَرَهُ اللّٰهُ عَلَیْهِ عَرَّفَ بَعْضَهٗ وَ اَعْرَضَ عَنْۢ بَعْضٍ١ۚ فَلَمَّا نَبَّاَهَا بِهٖ قَالَتْ مَنْ اَنْۢبَاَكَ هٰذَا١ؕ قَالَ نَبَّاَنِیَ الْعَلِیْمُ الْخَبِیْرُ۝۳
کوم وخت چې پټه وکړه نبیﷺ دَ خپلې یوې ښځې سره څهٔ خبره، بیا کوم وخت چې څرګنده کړه هغې دغه خبره اؤ خبر کړو الله خپل نبیﷺ پهٔ هغې نو وښیٔله نبیﷺ پهٔ هغې کښې څهٔ حصه اؤ پرې ېٔ ښوه څهٔ بیا کوم وخت چې ېٔ خبر کړه پهٔ دغه ښځه هغې ووېٔ تا ته چا دا حال ووېٔ هغه ووېٔ زهٔ خبر کړم هغې ذات چې هر څهٔ ورته معلوم دی ښهٔ خبردار ف۵
ف۵: دَ سورت پهٔ شروع کښې مونږ دَ ګبین واقعه اؤ دَ ماریه قبطیهؓ واقعه ذکر کړے ده چې رسول اللهﷺ حضرت حفصے بی بیؓ سره دوه پټې خبرې کړے وې اؤ پهٔ هغې ېٔ ډېر تاکید کړے وهٔ چې بل چاته به نهٔ وائې خو هغې دغه خبرې پټې ونهٔ ساتلې شوې ، نو الله تعالی فرمائی۔ کهٔ بنده دَ یوې خبرې پټؤلو هر څومره کوشش وکړی خو چې الله تعالیٰ ېٔ څرګندؤل غواړی نو هغه هرګز پټه نشی پاتې کېدے۔ دَ دې واقعاتو نه رسول اکرمﷺ دَ ښهٔ سلوک اؤ بهترینو اخلاقو اندازه لګېدے شی۔ چې کومه خبره دَ حضور اکرمﷺ دَ طبیعت نه خلاف وه پهٔ هغې کښې ېٔ څومره نرمی اؤ معافی کؤله اؤ دَ ځنو خبرو به ېٔ هډو غږ نهٔ کؤلو ، دَ شکایت پهٔ موقعه به ېٔ هم پوره الزام نهٔ ورکؤلو۔ حضرت شاه صاحبؒ فرمائی دَ حضرت ماریےؓ سره تعلق پرېښو خبره حضورﷺ حضرت حفصے بی بیؓ ته کړے وه اؤ ورته ېٔ وئیلی وو چې بل څوک درنه خبر نهٔ شی۔ اؤ ورسره ېٔ یوه پټه خبره بله هم کړے وه خو هغې دواړه خبرې حضرت عائشے بی بیؓ ته وکړې۔ ځکه چې دَ دواړو غرض یو وهٔ۔ بیا چې رسول اللهﷺ ته دَ وحې پهٔ ذریعه معلومه شوه چې حفصے بی بیؓ ستا راز پټ نهٔ دے ساتلې نو بیا هم ورسره رسول اللهﷺ صرف دَ یوې خبرې وېنا وکړه اؤ دَ بلې ېٔ څهٔ غږ ونهٔ کړو چې ډېره کچه نهٔ شی۔ بله خبره څهٔ وه؟ شاید چې بله خبره دا وه چې دَ حضرت عائشےؓ دَ پلار حضرت ابوبکر صدیقؓ نه پس به ستا پلار حضرت عمرؓ دَ مسلمانانو امیر کیږی۔ دَ غیبو علم خداېٔ ته دے۔ کومه خبره چې الله اؤ دَ الله رسُولﷺ نه ده څرګنده کړے نو مونږ ته ېٔ دَ څرګندؤلو څهٔ حق دے۔ خو دَ خلافت دا خبره پهٔ ځنې کمزورو روایاتو کښې راغلې ده ځکه مونږ ذکر کړه۔ شاید چې رسُول اللهﷺ هغه وخت کښې ځکه پټؤله چې دَ وخت نه مخکښې بې ضرورته مشهوره نهٔ شی اؤ څه فساد ترې جوړ نهٔ شی۔
اِنْ تَتُوْبَاۤ اِلَی اللّٰهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوْبُكُمَا١ۚ وَ اِنْ تَظٰهَرَا عَلَیْهِ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ مَوْلٰىهُ وَ جِبْرِیْلُ وَ صَالِحُ الْمُؤْمِنِیْنَ١ۚ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ بَعْدَ ذٰلِكَ ظَهِیْرٌ۝۴
کهٔ تاسو دواړه توبه وباسیٔ الله ته نو بېشکه کاږهٔ شوی دی زړؤنه ستاسو ف۶ اؤ کهٔ تاسو دواړو مرسته وکړه دَ نبی برخلاف نو الله دَ هغهٔ ملګرې دے اؤ جبرئیلؑ اؤ نېکان مؤمنان اؤ فرښتې دَ دې نه پس دَ هغهٔ مددګارې دی ف۷
ف۶: دا خطاب عائشے بی بیؓ اؤ حفصے بی بیؓ ته دے چې غلطی خو درنه شوے ده خو کهٔ توبه وباسیٔ نو دغه ېٔ موقع ده۔ دې وخت کښې ستاسو زړونه دَ عدل اؤ انصاف نه بل طرف ته اوړېدلی دی اؤ یو غلط کار درنه شوے دے چې بیا درنه داسې کار ونهٔ شی۔
ف۷: دَ ښځې خاوند ترمینځه ځنې خبرې په هغه وخت معمولی ښکاری خو کهٔ دَ وخته ېٔ بندوبست ونهٔ شی اؤ دغه شان ورپسې پاتې شی نو وروستو ترېنه ډېر خفګان جوړیږی۔ بیا پهٔ داسې وخت کښې چې ښځه دَ وچتې کورنیٔ وی اؤ پهٔ خپله کورنیٔ لویٔ اؤ فخر کوی نو الله تعالیٰ خبردارے ورکړو چې ګوریٔ کهٔ تاسو دواړه دغه شان کارونه کویٔ اؤ دَ الله رسولﷺ ته تکلیف رسویٔ نو یاد لریٔ چې هغهٔ ته هېڅ نقصان نهٔ شیٔ رسؤلے۔ ځکه چې الله اؤ فرښتې اؤ نیک بخت ایماندار مسلمانان ټول درجه پهٔ درجه دَ رسُول اللهﷺ ملګری اؤ مددګار دی نو دَ هغهٔ مقابله کښې هېڅ یو انسانی تدبیر نشی کامیابېدے۔ البته پهٔ دې کارونو به تاسو خپل ځان ته نقصان ورسویٔ۔ ځنې مشرانو دَ صالح المؤمنین پهٔ تفسیر کښې دَ ابوبکرؓ اؤ عمرؓ نوم اخستے دے۔ شاید چې دَ عائشے بی بیؓ اؤ حفصے بی بیؓ پهٔ مناسبت ېٔ اخستے وی۔
عَسٰی رَبُّهٗۤ اِنْ طَلَّقَكُنَّ اَنْ یُّبْدِلَهٗۤ اَزْوَاجًا خَیْرًا مِّنْكُنَّ مُسْلِمٰتٍ مُّؤْمِنٰتٍ قٰنِتٰتٍ تٰٓىِٕبٰتٍ عٰبِدٰتٍ سٰٓىِٕحٰتٍ ثَیِّبٰتٍ وَّ اَبْكَارًا۝۵
کهٔ نبیﷺ پرېښویٔ تاسو ټولې نو خپل رب به اوس ورکړی هغهٔ ته (دَ ستاسو) پهٔ بدله کښې (نورې) ښځې له تاسو نه بهترې، تابعدارې، ایماندارې، مونځ ګذارې ، توبه ویستونکے ، (ډېر) عبادت کؤنکے ، روژې نیونکې ، وادهٔ شوے (کونډې) اؤ پېغلې ف۸
ف۸: یعنی دا خیال مهٔ کویٔ چې دَ سړی خو بې دَ ښځې ګزاره ګرانه ده اؤ زمونږ نه ښې ښځې به نورې چرته وی نو خامخا به زمونږ نخرې برداشت کوی۔ یاد لریٔ دَ الله سره دَ هېڅ شی کمے نشته هغه کهٔ وغواړی خپل نبیﷺ ته له تاسو نه ښې ښځې نورې پیدا کؤلے شی۔
تنبیه: دَ پېغلو سره سره دَ کونډو ذکر ځکه وشو چې پهٔ ځنې خبرو کښې کونډې دَ جینکٔو نه بهترې ګڼلې شی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِیْكُمْ نَارًا وَّ قُوْدُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ عَلَیْهَا مَلٰٓىِٕكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا یَعْصُوْنَ اللّٰهَ مَاۤ اَمَرَهُمْ وَ یَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ۝۶
اے ایماندارو بچ کړیٔ خپل ځانونه اؤ خپله کورنیٔ دَ هغې اور نه چې خشاک ېٔ دے بنیادم اؤ کانړی ف۹ پهٔ هغې مقرر دی فرښتې سخت خویه ، زبردستې ف۱۰ نافرمانی نهٔ کوی دَ الله څهٔ چې ورته وائی اؤ هم هغه کار کوی دَ کوم چې ورته حکم وشی ف۱۱
ف۹: پهٔ هر مسلمان لازم دی چې دَ ځان سره خپله کورنیٔ هم پهٔ سمه کار روانه کړی۔ پهٔ نرمۍ ، پهٔ مینه ، پهٔ زور هر څنګه چې وی خو دَ دین پهٔ لار را اړول ېٔ ضروری دی۔ بنده پهٔ وس پړ دے اؤ کهٔ سره دَ خواریٔ هم هغوی سمې لارې ته نهٔ راځی نو دا ېٔ خپله بدقسمتی ده۔ دَ ” وَ قُوْدُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ“ تفسیر پهٔ وړومبیٔ پاره کښې تېر شوے دے۔
ف۱۰: یعنی نهٔ ېٔ پهٔ مجرمانو رحم راځی اؤ نهٔ ېٔ دَ سخت ګرفت نه څوک ځان خلاصؤلے شی۔
ف۱۱: یعنی نهٔ دَ الله دَ حکم نافرمانی کوی اؤ نهٔ دَ څهٔ کار کؤلو نه عاجزه کیږی ، بلکې هر کار پوره پوره سر ته رسوی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَعْتَذِرُوا الْیَوْمَ١ؕ اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۠۝۷
اے منکرانو بهانې مهٔ جوړویٔ نن ورځ ، هم هغه بدله به مومیٔ څهٔ چې مو کؤل ف۱۲
ف۱۲: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ چې کافران دَ دوزخ عذاب ته مخامخ شی نو ورته به ووئیلی شی چې هسې عذرونه مهٔ پېش کویٔ۔ نن ستاسو هېڅ بهانه نهٔ پکارېږی څهٔ عمل چې مو دنیا کښې کړے وهٔ دَ هغې سزا به پوره پوره خوریٔ۔ زمونږ دَ طرف نه درباندې څهٔ زیاتے نهٔ کیږی دا خو هم ستاسو خپل عمل درته نن دَ عذاب پهٔ شکل کښې ولاړ دے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا تُوْبُوْۤا اِلَی اللّٰهِ تَوْبَةً نَّصُوْحًا١ؕ عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّكَفِّرَ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَ یُدْخِلَكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ۙ یَوْمَ لَا یُخْزِی اللّٰهُ النَّبِیَّ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ١ۚ نُوْرُهُمْ یَسْعٰی بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ بِاَیْمَانِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَتْمِمْ لَنَا نُوْرَنَا وَ اغْفِرْ لَنَا١ۚ اِنَّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۸
اے ایماندارو توبه وباسیٔ الله ته دَ زړهٔ دَ اخلاصه توبه ف۱۳ امید دے چې ستاسو رب لرې کړی درنه بدیٔ اؤ دننه مو کړی داسې باغونو ته چې بهیږی ورلاندې نهرونه پهٔ هغه ورځ چې الله به نهٔ سپکوی خپل نبیﷺ اؤ هغه خلق چې یقین ېٔ کړے دے دَ هغهٔ سره ف۱۴ دَ هغوی رڼا به منډې وهی دَ هغوی نه وړاندې اؤ دَ هغوی نه ښی اړخ ته ف۱۵ وائی به اے ربه پوره کړه مونږ ته زمونږ رڼا اؤ مونږ ته معافی وکړه بېشکه تهٔ هر څهٔ کؤلے شې ف۱۶
ف۱۳: پهٔ اخلاص سره توبه داسې وی چې بیا ېٔ دَ دغه ګناه خیال هم زړهٔ کښې نهٔ راځی۔ اؤ کهٔ دَ توبې نه پس ېٔ بیا هم هغه خراب خیالونه پهٔ زړهٔ کښې ګرځی نو پوهه شه چې سمه توبه نهٔ وه څهٔ کمې پکښې وهٔ۔
ف۱۴: یعنی دَ نبیﷺ درجه خو ډېره وچته ده۔ پهٔ دغه ورځ به دَ نبیﷺ دَ ملګریو مخلصانو ایماندارو هم ډېر قدر عزت وی اؤ الله پاک به پهٔ خپل فضل ډېرې وچتې درجې ورکړی۔
ف۱۵: دَ دې تفسیر پهٔ سورتِ حدید کښې تېر شوے دے۔
ف۱۶: یعنی زمونږ دا رڼا تر آخره قائمه وساتې چې لار کښې راباندې چرته تیارهٔ نهٔ شی۔ لکه چې دَ منافقانو متعلق بیان شوے دے چې رڼا به ېٔ مړه شی اؤ پهٔ تیارهٔ کښې به حیران پاتی شی۔ اکثرو مفسرانو دغه شان لیکلی دی لېکن حضرت شاه صاحبؒ فرمائی دَ ایمان رڼا پهٔ زړهٔ کښې وی چې زړهٔ ېٔ دَ یقین ځاېٔ دے چې زیاته شی نو ټول بدن کښې خوره شی اؤ غوښه ، هډوکی هر څهٔ روښانه شی ، نو دَ نُور دَ اِتمام مطلب دغه دے چې ټول بدن روښانه شی۔
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ١ؕ وَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۹
اے نبیﷺ جنګ وکړه دَ کافرانو سره اؤ منافقانو سره اؤ سخته پرې وکړه ف۱۷ دَ دوی کور دوزخ دے اؤ ډېر خراب ځاېٔ ته ورسېدل ف۱۸
ف۱۷: دَ رسول اللهﷺ نرمی اؤ نیک خوئی دومره زیاته وه چې نورو خلقو ته خو الله پاک وائی صبر اؤ تحمّل کویٔ اؤ رسُول اللهﷺ ته وائی سخت شه۔
ف۱۸: وړومبے دَ ایماندارو حال بیان شوے وهٔ اوس دَ هغې مقابله کښې دَ کافرانو حال ښیٔلے شی۔
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوا امْرَاَتَ نُوْحٍ وَّ امْرَاَتَ لُوْطٍ١ؕ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَیْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَیْنِ فَخَانَتٰهُمَا فَلَمْ یُغْنِیَا عَنْهُمَا مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا وَّ قِیْلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدّٰخِلِیْنَ۝۱۰
الله بیان کړو یو مثال دَ کافرانو دپاره ښځه دَ نوحؑ اؤ ښځه دَ لوطؑ ، وې دا دواړه پهٔ کور کښې دَ دوؤ نیکو بندیانو زمونږ پهٔ بندیانو کښې بیا دې دواړو دَ هغوی نه غلا وکړه نو فائده ورته نهٔ کړه دې دواړو ته دَ الله دَ لاس نه هېڅ شی اؤ ورته حکم وشو ننوځیٔ دوزخ ته دَ نورو ننوتونکیو سره،
وَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا امْرَاَتَ فِرْعَوْنَ١ۘ اِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِیْ عِنْدَكَ بَیْتًا فِی الْجَنَّةِ وَ نَجِّنِیْ مِنْ فِرْعَوْنَ وَ عَمَلِهٖ وَ نَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَۙ۝۱۱
اؤ الله بیان کړو یو مثال ایماندارو ته ښځه دَ فرعون ف۱۹ کوم وخت چې ېٔ ووېٔ اے زما ربه جوړ کړه زما دپاره خپل ځان سره کور پهٔ جنت کښې ف۲۰ اؤ بچ مې کړه دَ فرعون نه اؤ دَ هغهٔ دَ کار نه اؤ بچ مې کړه دَ ظالمانو خلقو نه ف۲۱
ف۱۹: یعنی حضرت نوحؑ اؤ حضرت لوطؑ څومره نیکان بندیان وو لېکن دَ دواړو پهٔ کور کښې بیبیانې منافقې وې۔ ظاهری تعلق ېٔ دَ نبیانو سره وهٔ خو زړهٔ کښې دَ کافرانو ملګرې وې۔ نو څهٔ حال ېٔ شو ، دَ نورو کافرانو سره هغوی هم تباه شوې اؤ دَ هغوی سره دوزخ ته لاړې۔ دَ نبی سره تعلق دَ الله دَ عذاب نه بچ نهٔ کړې شوې۔ لېکن دَ دې برخلاف فرعون غټ کافر وهٔ چې دَ خداییٔ دعویٰ ېٔ کوله خو دَ هغهٔ پهٔ کور کښې ښځه ایمانداره وه اؤ دَ الله دوسته وه۔ لېکن دَ هغې تعلق دَ هغې خاوند دَ الله دَ عذاب نه بچ نهٔ کړې شو۔ نهٔ دَ خاوند نافرمانیٔ ښځې ته څهٔ نقصان ورسولو اؤ نهٔ دَ ښځو نافرمانیٔ خاوند ته څهٔ ضرر ورسؤلو، هرچاته دَ خپل عمل نتیجه ورسېده۔ حضرت شاه صاحب فرمائی۔ دا الله تعالیٰ عامو مسلمانانو ته یو عام قانون وښیٔلو چې هر څوک دَ خپل ځان فکر وکړی ، پهٔ خپل عمل به خلاصیږی دَ بل پهٔ تعلق نهٔ شی خلاصیدے۔ دا خیال دې څوک نهٔ کوی چې (معاذ الله) دا مثال دَ رسُول اللهﷺ دَ بیبیانو دپاره بیان شو۔ دَ هغوی پهٔ حق کښې خو دَ سورتِ نور آیتونه نازل شوی دی۔ اَلطَّیِّبَاتُ لِلطَّیِّبِیۡنَ۔ الخ
ف۲۰: یعنی خپل ځان ته مې نژدے کړه اؤ پهٔ جنت کښې راته ځاېٔ تیار کړه۔
ف۲۱: یعنی دَ فرعون دَ ظلم نه مې خلاصه کړه۔ دَ فرعون بی بی آسیے دَ موسیؑ پرورش کړے وهٔ اؤ دَ هغهٔ طرفداره وه۔ فرعون چې پرې خبر شو نو سخته سزا ېٔ ورکړه۔ پهٔ څلورو واړو لاسو پښو ېٔ ورته څلور میخونه ټک وهل اؤ دغه شان پهٔ سخت تکلیف ېٔ شهیده کړه۔ دا دُعا هغې دَ پانسۍ دَ دې سختې پهٔ وخت کؤله۔ وائی چې پهٔ دې وخت کښې ورته الله تعالیٰ پهٔ جنت کښې خپل محل وښیٔلو چې دا سخته پرې آسانه شی۔
وَ مَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرٰنَ الَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهِ مِنْ رُّوْحِنَا وَ صَدَّقَتْ بِكَلِمٰتِ رَبِّهَا وَ كُتُبِهٖ وَ كَانَتْ مِنَ الْقٰنِتِیْنَ۠۝۱۲
اؤ مریم لُور دَ عمران هغه چې حفاظت ېٔ وکړو دَ خپل شرم دَ ځاېٔ ف۲۲ بیا مونږ وپوکلو پهٔ هغې کښې دَ خپل طرف نه یو روح ف۲۳ اؤ رښتیا ېٔ ومنلې دَ خپل رب خبرې اؤ دَ هغهٔ کتابونه ف۲۴ اؤ وه دا ډېره عبادت ګذاره ف۲۵
ف۲۲: یعنی دَ حلال اؤ حرام دواړو نه ېٔ محفوظ وساتلو۔
ف۲۳: یعنی دَ فرښتې پهٔ ذریعه مو ورکښې روح وپوکلو۔ یعنی حضرت جبرئیلؑ پهٔ ګریوان کښې پوکے ورکړو دَ هغې نه ېٔ حمل وشو اؤ عیسٰیؑ پیدا شو۔
تنبیه: دَ پوک وهلو نسبت الله تعالیٰ خپل ځان ته وکړو ځکه چې فاعلِ حقیقی اؤ اثر کؤنکے پهٔ هر کار کښې الله تعالیٰ دے۔ آخر دَ هرې ښځې پهٔ رحم کښې چې بچې جوړیږی نو دَ هغې جوړونکے دَ الله نه سِوا بل څوک دے؟ ځنې ځنې مفسرانو دَ فَرۡجۡ نه معنیٰ ګریوان کړے دے نو پهٔ دې لحاظ به دَ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا معنیٰ شی خپل ګریوان ېٔ دَ بل دَ لاس ور وړو نه محفوظ کړو۔ دا دَ پاکدامنۍ یوه بلیغه کنایه ده۔ لکه زمونږ پهٔ محاوره کښې چې وئیلی شی دَ فلانۍ لمن پاکه ده۔ فلانۍ پاکدامنه ده۔ دغه شان دَ عربیٔ محاوره هم ده۔ نَقِیُّ الۡجَیۡبِ طَاھِرُ الذَّیۡلِ (سُتره ګریوان پاکه لمن) مطلب ېٔ دَ نفس پاکی وی دَ کپړې پاکی نهٔ وی ، مراد پهٔ دې لحاظ به دَ فَنَفَخْنَا فِیْهِ ضمیر فرج ته راجع وی۔ والله اعلم۔
ف۲۴: دَ رب دَ خبرو نه هغه خبرې مراد دی کومې چې دَ فر ښتې پهٔ خوله پهٔ سورتِ آل عمران کښې بیان کړی دی ”وَ اِذْ قَالَتِ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یٰمَرْیَمُ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰىكِ وَ طَهَّرَكِ“ الخ
اؤ دَ کتابونو نه مراد ټول آسمانی کتابونه دی دَ تخصیص ضرورت نشته۔
ف۲۵: یعنی پهٔ عبادت کښې دَ سړیو پهٔ شان کامله اؤ ثابت قدمه وه۔ یا دا چې دَ قانتینو (رسُولانو) دَ خاندان نه وه۔