پارہ 10

وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَاَنَّ لِلّٰهِ خُمُسَهٗ وَ لِلرَّسُوْلِ وَ لِذِی الْقُرْبٰی وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰكِیْنِ وَ ابْنِ السَّبِیْلِ١ۙ اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ وَ مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی عَبْدِنَا یَوْمَ الْفُرْقَانِ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۴۱
اؤ پهٔ دې پوهه شیٔ چې څهٔ شے چې تاسو ته پهٔ غنیمت کښې پهٔ لاس درشی نو دَ الله دپاره ده دَ هغې پنځمه برخه اؤ دَ رسول دپاره اؤ دَ هغهٔ دَ خپلوانو دپاره اؤ دَ یتیمانو اؤ حاجتمندو اؤ مسافرو دپاره ف۴۱ کهٔ ستاسو یقین وی پهٔ الله باندې اؤ پهٔ هغه څیز چې مونږ راستؤلے پهٔ خپل بنده باندې دَ فیصلې پهٔ ورځ ف۴۲ پهٔ کوم وخت چې ونښتل دواړه فوځونه ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ ف۴۳
ف۴۱: دَ سورت پهٔ ابتدا کښې وئیلی شوی وو قُلِ الْاَنْفَالُ لِلّٰهِ وَالرَّسُوْلِ (مال غنیمت دَ الله اؤ رسول دے) اوس دلته دَ هغې څهٔ تفصیل بیانیږی چې پهٔ جنګ کښې دَکافرو څهٔ مال پهٔ لاس راشی نو دَ هغې پنځمه برخه دَ الله ده چې هغه به دَ الله نائب دَ الله پهٔ حکم پهٔ دې پنځهٔ ځایه کښې لګوی۔
(۱) پهٔ خپل ځان (۲) پهٔ خپل ټبر بنی هاشمو چا چې دَ وخته دَ ابتدا نه دَ حضور اکرمﷺ امداد کړے دے دَ خپلویٔ پهٔ وجه یا دَ اسلام پهٔ وجه ، اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ خاطره ېٔ ډېرې سختې تېرې کړی دی۔ اؤ دَ زکواة مال اخستل هغوی ته جائز نهٔ دی نو دَ بیت المال دَ امداد پهٔ ځائې دلته مال غنیمت کښې برخه مقرر شوه۔ (۳) پهٔ یتیمانو ، (۴) حاجتمندو، اؤ (۵) مسافرو باندې۔ باقی څلور حصّې به پهٔ غازیانو تقسیمیږی۔ پهٔ دې طریقه چې دَ سور دوه حصّې، دَ پیاده یوه حصه یعنی سور ته به دَ پیاده نه دوچند ورکؤلے شی۔ دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات نه پس دَ امام ابو حنیفهؒ پهٔ مسلک دَ مالِ غنیمت صرف درے ځایونه پاتی شو۔ دَ حضور اکرمﷺ اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ خپلوانو برخه ختمه شوه۔ یتیمان ، مسکینان ، مسافر پاتی شو البته دومره ده چې پهٔ یتیمانو اؤ مسکینانو کښې بیا دَ بنی هاشم حق دَ نورو نه مخکښې دے ، کهٔ دَ هغو ضرورت وی۔ ځنو عالمانو وئیلی دی چې دَ حضورﷺ نه پس امیر المؤمنین ته دَ خمس پنځمه برخه ورکؤل پکار دی۔ پهٔ ځنو روایاتونو کښې راځی چې حضور اکرمﷺ به دَ مال غنیمت نه خمس بیل کړو نو پهٔ هغې کښې به ېٔ څهٔ حصه دَ بیت الله شریف دَ خدمت دپاره جدا کؤله۔ فقهاؤ لیکلی دی چې دَ کوم ځائې نه بیت الله شریف لرې وی هغوی ته دَ جماتونو دَ خدمت دپاره څهٔ حصه بیؤل پکار دی۔
ف۴۲: دَ فیصلې دَ ورځې نه مراد دَ بدر دَ جنګ ورځ ده۔ پهٔ دغه ورځ دَ حق اؤ باطل څرګنده فیصله شوے وه چې الله پاک دَ خپل رسولﷺ امداد دپاره فرښتې راواستؤلے اؤ دَ مسلمانانو زړونه ېٔ مضبوط کړل نو څوک چې دَ الله پاک پهٔ دې امداد یقین لری هغوی ته پنځمه حصه دَ الله پهٔ نوم ورکؤلو کښې څهٔ تکلیف نشته۔
ف۴۳: څنګه چې ېٔ پهٔ دغه ورځ سره دَ بې سر و سامانیٔ غلبه درکړه۔ دغه شان هغه قادر دے چې بیا هم پهٔ هر میدان غلبه درکړی۔
اِذْ اَنْتُمْ بِالْعُدْوَةِ الدُّنْیَا وَ هُمْ بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوٰی وَ الرَّكْبُ اَسْفَلَ مِنْكُمْ١ؕ وَ لَوْ تَوَاعَدْتُّمْ لَاخْتَلَفْتُمْ فِی الْمِیْعٰدِ١ۙ وَ لٰكِنْ لِّیَقْضِیَ اللّٰهُ اَمْرًا كَانَ مَفْعُوْلًا١ۙ۬ لِّیَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنْۢ بَیِّنَةٍ وَّ یَحْیٰی مَنْ حَیَّ عَنْۢ بَیِّنَةٍ١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَسَمِیْعٌ عَلِیْمٌۙ۝۴۲
کله چې تاسو پهٔ دې غاړه ویٔ اؤ کافران پهٔ بله غاړه وو ف۴۴ اؤ قافله ستاسو نه ښکته لاړه ، ف۴۵ اؤ کهٔ تاسو پهٔ خپلو کښې نېټه مقرر کړے وه نو نهٔ به ویٔ رسیدلی پهٔ خپله نېټه ف۴۶ لېکن کؤنکے وهٔ الله دَ هغه کار چې مقرر کړے ېٔ وهٔ۔ دې دپاره چې مړهٔ شی څوک چې مړهٔ کیدونکی دی دَ څرګند ثبوت نه پس ف۴۷ اؤ چې ژوندی پاتی شی چې ژوندی پاتې کېدونکی دی دَ څرګند ثبوت نه پس، اؤ بې شکه الله اورېدونکے اؤ ښهٔ پوهه دے۔ ف۴۸
ف۴۴: دَ دې غاړې مطلب دَ میدانِ جنګ هغه اړخ دے کوم چې مدینې منوّرې ته نژدے وهٔ۔ اؤ دَ بلې غاړې نه هغه کناره مطلب ده کومه چې دَ مدینې منوّرې نه لرې ده۔
ف۴۵: یعنی دَ ابوسفیان تجارتی قافله لاندې طرف ته لاړه۔ دَ سمندر پهٔ غاړه غاړه لار باندې لاړه اؤ دَ قافلې اؤ مسلمانانو دَ ډلې ترمینځه دَ کافرو فوج راغلو۔
ف۴۶: کهٔ دواړو ډلو دَ مخکښې نه دَ جنګ دپاره څهٔ تاریخ مقرر کړے وې نو کېدے شی چې یوه ډله پهٔ خپله نېټه ځائې ته نهٔ وې راغلے ځکه چې دلته دَ کافرو دَ کثرت اؤ سازو سامان پهٔ وجه دَ مسلمانانو پهٔ زړهٔ کښې هم ویره وه۔ اؤ هلته کافر هم پهٔ زړهٔ کښې پوهېدل چې مسلمانانو پهٔ حقه دی ، خدا پرست اؤ بهادر دی۔ نو دَ دواړو ډلو پهٔ زړهٔ کښې دَ یو بل نه خطره وه۔ نو کېدے شوه چې پهٔ نېټه نهٔ وې راغلے اؤ اوس خو جنګ اتفاقی پېښ شو۔
ف۴۷: قریش دَ قافلې امداد ته راوتی وو اؤ تاسو قافلې ته لار نیوو دپاره۔ دغسې دواړه فوځونه دَ میدان پهٔ یو سر اؤ بل سر دېره شو۔ اؤ بې ارادې خپلو کښې مخامخ شو۔ دا دَ الله پاک تدبیر وهٔ چې تاسو ېٔ تر دې راوستیٔ۔ اؤ کهٔ دَ وخته خبر وې چې جنګ به کیږی نو کېدے شی چې سست شوی وې۔ دَ دې فتح نه پس کافرانو ته دَ حضور اکرمﷺ صداقت څرګند شو څوک چې مړهٔ شو هغوی ته هم پته ولګېده اؤ څوک چې ژوندی پاتې شو هغو ته هم معلومه شوه چې دَ الله پاک حجت تمام شو۔ موضح القرآن کښې دغسې لیکلی دی اؤ کېدے شی چې دَ مرګ اؤ ژوند نه کفر اؤ ایمان مراد وی یعنی اوس چې څوک پهٔ کفر کښې پاتی شو اؤ کهٔ چا ایمان راؤړو حق ټولو ته څرګند شو۔ (دا بیله خبره ده چې چا ومنو اؤ چا نه)
ف۴۸: یعنی الله پاک دَ مظلومانو فریاد اوری اؤ دا ورته معلومه ده چې پهٔ څهٔ طریقه ېٔ امداد مناسب دے۔ وګوریٔ دَ بدر پهٔ جنګ کښې ېٔ دَ مسلمانانو څنګه امداد وکړو۔
اِذْ یُرِیْكَهُمُ اللّٰهُ فِیْ مَنَامِكَ قَلِیْلًا١ؕ وَ لَوْ اَرٰىكَهُمْ كَثِیْرًا لَّفَشِلْتُمْ وَ لَتَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ سَلَّمَ١ؕ اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۴۳
کله چې الله هغه کافر وښودل تا ته پهٔ خوب کښې لږ ف۴۹ اؤ کهٔ درته ېٔ ډېر ښودلی وې نو تاسو به کمزوری شوی ویٔ اؤ جګړه به مو اچؤلے وه پهٔ دې کار کښې ، لېکن الله بچ کړیٔ۔ بې شکه الله ښهٔ خبر دے پهٔ حال دَ زړونو ف۵۰
ف۴۹: یعنی مسلمان ته پکار دی چې صرف دَ الله دَ امداد پهٔ اعتماد پهٔ جهاد کښې شرکت کوی (پهٔ ظاهری سازو سامان دې نظر نهٔ ساتی) دَ کافرو دَ سازو سامان نه دې نهٔ مرعوب کیږی۔ څنګه چې ورته جنګِ بدر کښې څرګنده شوه چې کافرو دَ ډېروالی اؤ سازو سامان باوجود شکست وخوړو۔
ف۵۰: یعنی دَ هغوی دَ ډېروالی پهٔ وجه چا به دَ جنګ همّت کؤلو اؤ چا به نهٔ کؤلو، دغسې به اختلاف راغلے وهٔ کار به خراب شوے وهٔ۔ لېکن دَ الله پاک دا فیصله وه چې دا جنګ به کیږی نو رسول اکرمﷺ ته ېٔ هغوی پهٔ خوب کښې لږ وښیٔل اؤ دغسې ېٔ تاسو دَ کمزوریٔ اؤ جګړې نه بچ کړیٔ۔ الله پاک دَ زړونو پهٔ حال ښهٔ خبر دے چې پهٔ کومه خبره همّت زیاتیږی اؤ بهادری پیدا کیږی اؤ پهٔ کومه خبره کمزوری اؤ سستی۔
وَ اِذْ یُرِیْكُمُوْهُمْ اِذِ الْتَقَیْتُمْ فِیْۤ اَعْیُنِكُمْ قَلِیْلًا وَّ یُقَلِّلُكُمْ فِیْۤ اَعْیُنِهِمْ لِیَقْضِیَ اللّٰهُ اَمْرًا كَانَ مَفْعُوْلًا١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ۠۝۴۴
اؤ کله چې ېٔ ښکاره کړو تاسو ته دَ دښمن فوځ دَ مقابلې پهٔ وخت ستاسو پهٔ نظر کښې لږ اؤ تاسو ېٔ لږ ښکاره کړیٔ دَ هغوی پهٔ نظر کښې ، چې پوره کړی الله هغه کار کوم چې مقرر شوے دے۔ اؤ الله ته راګرځی هر کار۔ ف۵۱
ف۵۱: پېغمبرﷺ ته پهٔ خوب کښې کافر لږ ښکاره شو اؤ مسلمانانو ته دَ جنګ پهٔ وخت کښې لږ ښکارېدل چې پهٔ جرأت اؤ زړهٔ ورتیا سره وجنګیږی۔ دَ پېغمبرﷺ خوب دروغ نهٔ وهٔ پهٔ هغو کښې کافر پاتې کیدونکی لږ وو۔ اکثر هغه کسان وو چې وروستو ېٔ بیا ایمان راؤړو۔ اؤ دَ خوب تعبیر دا هم کېدے شی چې دَ لږوالی نه مطلب دَ هغوی مغلوب کېدل وی۔ باقی دَ کافرو پهٔ نظر کښې خو مسلمانان لږ ځکه ښکارېدل چې هغوی وو لږ ۔ دا دَ هغه وخت خبره ده کله چې لا جنګ شروع نهٔ وهٔ۔ فوځونه یو بل ته مخامخ دېره وو۔ بیا څهٔ وخت چې مسلمانانو پهٔ زړهٔ ورتیا سره سخته حمله وکړه اؤ دَ فرښتو فوج ېٔ امداد ته راورسېدو نو بیا کافرو ته دَ ځان نه دوچند ښکارېدل۔ لکه سورت آل عمران کښې چې دی: وَ اُخْرٰی کَافِرَۃٌ یَّرَوْنَھُمْ مِثْلَیْھِمْ رَأْیَ الْعَیْنِ۔
”اؤ بله ډله دَ کافرو وه چې دوی ورته دوچند ښکارېدل ښهٔ (پهٔ غړېدلو سترګو) پهٔ یقین سره۔“ (آل عمران ، رکوع ۲)
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوْا وَ اذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَۚ۝۴۵
اے ایماندارو کله چې تاسو مخامخ شیٔ یو فوځ سره نو ثابت قدم وسیٔ اؤ الله ډېر ډېر یادویٔ ف۵۲ چې تاسو کامیاب شیٔ۔
ف۵۲: پهٔ دې کښې نمونځ ، دعا ، تکبیر اؤ هر قسم ذکر راغلو۔ دَ الله دَ ذکر اثر دا دے چې دَ ذکر کؤنکی زړهٔ مضبوط اؤ پهٔ اطمینان وی اؤ پهٔ جهاد کښې دَ دغه څیز ډېر ضرورت دے۔ دَ اصحابوؓ غټه وسیله هم دغه وه۔ اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ تَطْمَئِنُّ قُلُوْبُھُمْ بِذِکْرِ اللہِ اَلَا بِذِکْرِ اللہِ تَطْمَئِنُّ الْقُوُوْبُ۔ (سورت رعد ، رکوع۴) (هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړو اؤ زوړونه ېٔ مطمئن شو دَ الله پهٔ ذکر، یاد لریٔ دَ الله پهٔ ذکر زړونه مطمئن کیږی)
وَ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ لَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَ تَذْهَبَ رِیْحُكُمْ وَ اصْبِرُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَۚ۝۴۶
اؤ حکم منیٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول اؤ خپلو کښې جګړې مهٔ کویٔ کنی بې همته به شیٔ اؤ باد به مو ووځی۔ ف۵۳ اؤ صبر کویٔ بېشکه الله دَ صبر کؤنکیو ملګرے دے۔ ف۵۴
ف۵۳: یعنی دَ کمزوریٔ خبر چې ېٔ خور شی نو رعب به ېٔ ختم شی۔ اؤ چې رعب نهٔ وی نو بیا فتح اؤ کامیابی ناممکنه ده۔
ف۵۴۵: کومه سخته اؤ تکلیف چې پهٔ جهاد کښې راځی هغه پهٔ صبر اؤ استقامت برداشت کویٔ، بې همته کېږیٔ مه۔ مشهوره خبره ده ”ہمّت مردان مدد خدا“ پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته ښیٔلی شوی دی چې دَ کامیابیٔ راز څهٔ دے۔ کامیابی پهٔ دولت ، وسله، اؤ لښکر نهٔ کیږی۔ کامیابی پهٔ صبر ، همّت اؤ ثابت قدمیٔ ، دَ الله پهٔ یادؤلو، دَ زړهٔ پهٔ اطمینان اؤ دَ الله دَ نائب رسولﷺ اؤ دَ رسولﷺ دَ نائبانو سردارانو پهٔ فرمانبرداریٔ اؤ پهٔ اتفاق و اتّحاد کیږی۔ پهٔ دې وخت کښې مې بې اختیاره زړهٔ غواړی چې دَ اصحابو کراموؓ متعلق دَ ابن کثیرؒ دا یو څو جملې نقل کړم چې ډېرې پهٔ اخلاص ېٔ لیکلی دی۔
وَ قَدْ کَانَ لِلصَّحَابَةِ رَضِیَ اللہُ عَنْھُمْ فِیْ بَابِ الشُّجَاعَةِ وَالْاِئتمَارِ بِمَا اَمَرَھُمُ اللہُ وَ رَسُوْلُهٗ بِهٖ وامتِثَالِ مَا اَرْشَدَھُمْ اِلَیْهِ مَا لَمْ یَکُنْ لِاَحَدٍ مِنَ الْاَمَمِ وَالْقُرُوْنِ قَبْلَھُمْ وَلَا یَکُوْنُ لِاَحَدٍ مِمَّن بَعْدَھُمْ فَاِنَّھُمْ بِبَرَکَةِ الرَّسُوْلِ صَلْعَم وَ طَاعَتِهٖ فِیْمَا اَمَرَھُمْ فَتَحُوالْقُلُوْبَ وَالْاَقَالِیْمَ شَرْقًا وَغَرْبًا فِی الـْمُدَّةِ الْیَسِیْرَةِ مَعَ قِلَّةِ عَدَدِھِمْ بِالنِّسْبَةِ اِلٰی جُیُوْشِ سَائِرِالْاَقَالِیْمِ مِنَ الرُّوْمِ وَالْفُرْسِ وَالتُّرْكِ وَ الصَّقَالِبَةِ وَالْبَرْبَرِ وَالْحُبُوْشِ وَاَصْنَافِ السُّوْدَانِ وَالْقِبْطِ وِطَوَائِفِ بَنِیْ اٰدَمَ قَھَرُو الْحَمِیْعَ حَتّٰی عَلَتْ کَلِمَةُ اللہِ وَ ظَھَرَ دِیْنُهٗ عَلٰی سَائِرِ الْاَدْیَانِ وَامْتَدَّت الْمَمَالِكُ الْاِسْلَامِیّة فِیْ مَشَارِقِ الْاَرْضِ وَمَغَارِبِھَا فِیْ اَقَلَّ مِنْ ثَلَاثِیْنَ سَنَةِ فَرِضِیَ اللہُ عَنْھُمْ وَ اَرْضَاھُمْ اَجْمَعِیْنَ وَ حَشَرَنَا فِیْ زُمْرَتِھِمْ اِنَّهٗ کَرِیْمٌ تَوَّابٌ۔
ترجمه: ”اؤ اصحابو کرام رضی الله عنهم دَ شجاعت پهٔ باب کښې اؤ دَ الله اؤ رسولﷺ دَ حکم منلو اؤ دَ هغوی پهٔ هدایت عمل کؤلو کښې داسې حد ته رسیدلی وو چې دَ هغوی نه مخکښې یو قوم اؤ یو اُمت هم دې درجې ته نهٔ وهٔ رسېدلے، اؤ نهٔ به دَ هغوی نه پس څوک ورسی۔ نو هغوی دَ حضور اکرمﷺ پهٔ برکت اؤ دَ هغهٔ دَ حکم پهٔ فرمانبرداریٔ زړونه اؤ دَ مشرق نه تر مغرب ملکونه پهٔ لږه موده کښې فتح کړل ، سره دَ دې چې دَ هغوی چې دَ هغوی تعداد دَ ایران ، روم ، ترکو ، صقلیه ، بربر، سوډان، مصر اؤ نورو قومونو دَ فوځونو په مقابله کښې ډېر کم وو۔ بیا هم هغوی پهٔ ټولو غالب شو، تر دې چې دَ الله کلمه وچته شوه اؤ دَ الله دین پهٔ ټولو دینونو غالب شو اؤ دَ اسلامی مملکت سرحد دَ مشرق نه تر مغرب دَ دېرشو کالو نه پهٔ کمه موده کښې خور شو۔ نو الله پاک دې دَ دوی نه راضی شی اؤ دوی دې هم راضی کړی۔ اؤ مونږ دې دَ هغو پهٔ ټولی کښې دَ حشر پهٔ ورځ پورته کړی بېشکه الله پاک کریم اؤ توّاب دے۔“
وَ لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بَطَرًا وَّ رِئَآءَ النَّاسِ وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ۝۴۷
اؤ مهٔ کېږیٔ دَ هغه خلقو پهٔ شان چې ووتل دَ خپلو کورونو نه پهٔ کبر اؤ نشه کښې خلقو ته دَ ښیٔلو دپاره اؤ خلق ېٔ منع کؤل دَ الله دَ لارې نه۔ اؤ دَ الله پهٔ قبضه کښې دی څهٔ چې دوی کوی۔ ف۵۵
ف۵۵: ابوجهل ډېر پهٔ زور شور کښې دَ ډول سُرنا سره لښکر راروان کړے وهٔ چې پهٔ مسلمانانو هېبت پرېوځی اؤ نور قبائل هم دَ قریشو نه مرعوب شی اؤ دَ قریشو ملګرتیا وکړی۔ پهٔ لار کښې ورته دَ ابوسفیان پېغام ورسېدو چې ما قافله دَ خطرې نه بچ کړه ، تهٔ اوس کلی ته واپس شه۔ خو ابوجهل دَ کبر پهٔ نشه کښې ووې چې زهٔ اوس واپس کېدے نهٔ شم۔ دَ بدر پهٔ چینه به څو ورځې دمه کوم۔ سیل ، صفا ، ناچ رنګ اؤ دَ قبائلو دعوتونه به کوم۔ درے ورځې به ښهٔ عېش کوم اؤ خلقو ته به داسې میلمستیا ورکؤم چې ټول عرب قبائل ېٔ ټول عمر ياد ساتی۔ اؤ چې بیا دپاره مسلمانان دَ داسې کار زړهٔ ونهٔ کړی۔ هغه څهٔ خبر وهٔ چې دا خوشحالی به ېٔ خاورې کیږی۔ هغوی چې څهٔ تجویزونه جوړ کړی وو ، دا دَ الله پاک اختیار وهٔ چې چلؤل ېٔ اؤ کهٔ ورانؤل ېٔ۔ بلکې کهٔ غوښتے ېٔ نوهم پهٔ هغوی به ېٔ اپوټه کړی وو۔ اؤ هم دغسې ېٔ ورسره وکړه۔ پهٔ بدر کښې ېٔ دَ شرابو دَ جام پهٔ ځائې دَ مرګ پیاله وڅښله اؤ دَ خوشحالیٔ پهٔ ځائې ېٔ دَ غم یادګار پرېښو۔ کوم مال چې ېٔ دَ فخر اؤ غرور څرګندؤلو دپاره لګؤلو ته راؤړے وهٔ هغه دَ مسلمانانو پهٔ لاس ورغلو۔ دَ ایمان اؤ توحید دائمی سنګِ بنیاد دَ بدر پهٔ میدان کښیښوې شو۔ ګویا پهٔ دې وړوکی غوندې میدان کښې الله پاک دَ ټولې دنیا دَ قومونو اؤ مذهبونو فیصله وکړه۔ بهرحال پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته خبردارے ورکړې شوے دے چې جهاد صرف دَ کُشت و خون یو هنګامه نهٔ ده بلکې دا یو لوئے عبادت دے ، اؤ عبادت کهٔ څوک دَ ریا دپاره وکړی نو قبول نهٔ دے۔ نو تاسو هم جهاد کښې دَ فخر و غرور اؤ نمائش پهٔ چال مهٔ روانېږیٔ۔
وَ اِذْ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ وَ قَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْیَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَ اِنِّیْ جَارٌ لَّكُمْ١ۚ فَلَمَّا تَرَآءَتِ الْفِئَتٰنِ نَكَصَ عَلٰی عَقِبَیْهِ وَ قَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْكُمْ اِنِّیْۤ اَرٰی مَا لَا تَرَوْنَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ١ؕ وَ اللّٰهُ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۠۝۴۸
اؤ کوم وخت چې ښائسته کړل شیطان دَ دوی پهٔ نظر کښې دَ دوی عملونه اؤ ورته ېٔ ووې نن پهٔ تاسو هېڅوک نهٔ شی غالب کېدے۔ اؤ زهٔ ستاسو ملګرے یم۔ بیا کله چې مخامخ شو دواړه فوځونه نو هغه واپس لاړو پهٔ شا۔ اؤ وېٔ وئیل زهٔ ستاسو سره نهٔ یم۔ زهٔ وینم هغه چې تاسو ېٔ نهٔ وینیٔ ، زهٔ ویرېږم دَ الله نه۔ اؤ دَ الله عذاب سخت دے۔ ف۵۶
ف۵۶: قریش پهٔ خپل طاقت غاوره وو خو دَ بنی کنانه قبیلې سره ېٔ هم ورانه وه نو دا خطره وه ورسره چې هسې نه هغوی راته پهٔ لاره کښې خنډ واچوی نو شیطان ورته دَ همت زياتؤلو دپاره دَ بنی کنانه دَ سردار سراقه بن مالک پهٔ شکل کښې راغلو ورسره خپل فوج هم وهٔ۔ ابوجهل ته ېٔ تسلّی ورکړه چې تهٔ غم مهٔ کوه دَ مسلمانانو پهٔ مقابله کښې مونږ هم ستا ملګری یو۔ کله چې میدانِ جنګ کښې دَ مسلمانانو دَ امداد دپاره دَ فرښتو لښکر راغلو اؤ ابلیس فرښتې ولیدے نو دَ ابوجهل نه ېٔ لاس خلاص کړو اؤ پهٔ شا ېٔ منډې کړې۔ ابوجهل ورته چغې وهلې چې دا څهٔ کوے دَ ضرورت پهٔ وخت کښې دې راسره دا ټګی وکړه۔ هغهٔ ورته وې تهٔ نهٔ پوهېږې۔ زهٔ چې میدانِ جنګ کښې څهٔ وینم هغه تا ته نهٔ ښکاری۔ دَ الله فوځ فرښتې راغلې اؤ زما خو دَ ویرې بد حال دے۔ دَ الله دَ فوځ مقابلې ته به څوک ودریږی چرته سخت عذاب راباندې رانهٔ شی۔ قتادهؒ وائی چې سرکوزی پهٔ دې وخت کښې هم دروغ ووې۔ دَ شیطان پهٔ زړهٔ کښې دَ الله ویره چرته ده۔ دَ میدان حال چې ېٔ وکتو نو پوهه شو چې دَ قریشو لښکر خو تباه کیږی اوس ېٔ دَ بچ کېدو څهٔ امید نشته۔ دَ شیطان خو دا زوړ عادت دے چې خپل تابعدار پهٔ هلاکت کښې ډوب کړی نو دې ترېنه وتښتی۔ دغسې ېٔ دلته هم وکړل۔ ابوجهل ېٔ دَ مرګ میدان ته راورسؤلو نو دې ترې پهٔ شا شو۔ یَعِدُہُمْ وَ یُمَنِّیْہِمْ وَمَا یَعِدُہُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا (سورتِ نسآء ،آیت ۱۲۰، رکوع ۱۸)
(شیطان دوی سره وعدې کوی اؤ طمع ورکوی اؤ دَ شیطان وعده خو همېشه دَ ټګۍ وی)
کَمَثَلِ الشَّیْطٰنِ اِذْ قَالَ لِلْا نْسَانِ اکْفُرْ ۚ فَلَمَّا کَفَرَ قَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْکَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللہَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ۔ (سورتِ الحشر ، آیت ۱۶، رکوع ۲)
(دَ شیطان پهٔ شان چې بنیادم ته وائی کافر شه بیا کله چې هغه کافر شی نو ورته وائی زهٔ خو دَ تا نه جُدا یم زهٔ دَ ربُّ العالمین نه ویرېږم۔
وَ قَالَ الشَّیْطٰنُ لَمَّا قُضِیَ الْاَمْرُ اِنَّ اللہَ وَعَدَکُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَ وَعَدْتُّکُمْ فَاَخْلَفْتُکُمْ ؕ وَمَا کَانَ لِیَ عَلَیْکُمْ مِّنْ سُلْطَانٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُکُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَ لُوْمُوْۤا اَنْفُسَکُمْ ؕ مَاۤ اَنَا بِمُصْرِخِکُمْ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ ؕ اِنِّیْ کَفَرْتُ بِمَاۤ اَشْرَکْتُمُوْنِ مِنْ قَبْلُ ؕ اِنَّ الظَّالِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۔ (سورتِ ابراهیم، آیت ۲۲، رکوع ۴)
(اؤ شیطان ووې کله چې ټول کار فیصله شو چې بېشکه الله پاک تاسو سره وعده کړے وه رښتونی وعده اؤ ما درسره وعده کړے وه بیا مې هغه ماته کړه درسره اؤ زما خو پهٔ تاسو څهٔ زور نهٔ وهٔ لېکن ما تاسو وبللیٔ اؤ تاسو زما خبره ومنله نو اوس پهٔ ما ملامته مهٔ کویٔ، ځان ملامته کړیٔ۔ نهٔ زهٔ ستاسو فریاد اورېدې شم اؤ نهٔ تاسو زما فریاد اورېدې شیٔ۔ زهٔ انکار کوم دَ هغه خبرو نه چې تاسو پکښې دَ دې نه مخکښې زهٔ شریک کړے یم بېشکه دَ ظالمانو دپاره سخت عذاب دے)
اِذْ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ غَرَّ هٰۤؤُلَآءِ دِیْنُهُمْ١ؕ وَ مَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَاِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۴۹
اؤ کوم وخت چې وې منافقانو اؤ هغه چا چې پهٔ زړونو کښې ېٔ مرض دے ، دا خلق مغرور دی پهٔ خپل دین باندې۔ اؤ څوک چې اعتماد کوی پهٔ الله باندې۔ نو الله زبردست دے دَ حکمت خاوند۔ ف۵۷
ف۵۷: دَ مسلمانانو ظاهری بې سرو سامانیٔ اؤ دَ شمار کمی ته چې به ېٔ کتل نو منافقانو اؤ نورو کم همتو مسلمانانو به وې چې دا خلق دَ خپل مذهب پهٔ حق والی داسې غاوره دی چې پهٔ خپله دَ مرګ خلې ته روان دی۔ الله پاک دَ دې ځواب ورکړو، چې دا غرور نهٔ دے دا پهٔ الله باندې اعتماد اؤ توکّل دے، الله پاک ته چې څهٔ منظور وی هغه حق اؤ عین حکمت دے ځکه چې دوی دَ حق پهٔ معامله کښې داسې زړهٔ ور اؤ بې پرواه دی۔
وَ لَوْ تَرٰۤی اِذْ یَتَوَفَّی الَّذِیْنَ كَفَرُوا١ۙ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَ اَدْبَارَهُمْ١ۚ وَ ذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ۝۵۰
اؤ کهٔ تهٔ وونې کوم وخت چې ساه وباسی فرښتې دَ کافرانو ، ګوزارونه کوی دَ هغوی پهٔ مخونو اؤ پهٔ شاګانو اؤ ورته وائی مزه وڅکیٔ دَ سوزونکی عذاب۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی چې روح ترې وباسی اؤ عذاب ورکوی نو ورته وائی چې هنْ دا خو اوس واخلیٔ اؤ دَ دوزخ عذاب درته لا مخکښې بیل پروت دے۔ ځنو مفسرینو دا آیت هم دَ بدر دَ واقعې سره تړلے دے۔ یعنی دې جنګ کښې چې دَ قریشو کوم سرداران قتل شو هغو ته فرښتو داسې وې لېکن دَ آیت الفاظ عام دی نو بهتره دا معلومیږی چې دا واقعه دَ عالمِ برزخ ده اوس دَ بدر دَ واقعې سره نسبت دا دے چې پهٔ دنیا کښې خو دَ کافرو دا حال شو چې شرمنده اؤ ذلیل شو۔ عالمِ برزخ کښې به هم ورته فرښتې داسې وائی اؤ دَ عالمِ آخرت عذاب خو ورته لا بیل پروت دے۔
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْكُمْ وَ اَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِۙ۝۵۱
دا بدله ده دَ هغې چې تاسو مخکښې راستؤلی دی پخپلو لاسونو ، اؤ ځکه چې الله ظلم نهٔ کوی پهٔ بندیانو۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی دا ټوله ستاسو دَ خپل عمل سزا ده ګنی دَ الله سره خو یوہ ذره ظلم نشته۔ اؤ کهٔ دَ الله سره (نعوذ بالله) دَ یوې رتۍ برابر ظلم هم وشی نو دَ هغهٔ دَ عظمت پهٔ لحاظ به هغه ډېر زيات وی نو بیا ظالم نهٔ شی کېدے ظَلَّام به وی (دَ مبالغې صیغه ډېر زیات ظالم) ځکه چې دَ کامل ذات هر صفت پهٔ کامله درجه وی۔
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ١ۙ وَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۵۲
څنګه چې عادت وهٔ دَ فرعونیانو اؤ کوم چې دَ هغوی نه مخکښې وو چې منکر شو دَ الله دَ آیتونو نه ، نو راونیؤل هغوی الله دَ هغوی دَ ګناهونو پهٔ سبب ، بېشکه الله زورا ور دے سخت عذاب ورکؤنکے۔ ف۶۰
ف۶۰: یعنی دَ زړې زمانې راسې دا عادت راغلے دے چې کله خلق دَ الله دَ آیتونو انکار کوی اؤ دَ نبیانو سره جنګ شروع کړی نو الله پاک ورباندې عذاب راولی۔
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ لَمْ یَكُ مُغَیِّرًا نِّعْمَةً اَنْعَمَهَا عَلٰی قَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ١ۙ وَ اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌۙ۝۵۳
دا پهٔ دې وجه چې الله هرګز نهٔ بدلوی هغه نعمت۔ چې هغهٔ ورکړے وی یو قوم ته ، تر څو چې هغوی بدلې نهٔ کړی دَ خپلو زړونو خبرې۔ اؤ دا چې الله اورېدونکے اؤ ښهٔ پوهه دے ف۶۱
ف۶۱: یعنی کله چې خلق دَ خپلو غلط کارو پهٔ وجه خپل فطری طاقتونه برباد کړی اؤ دَ الله پاک ورکړی نعمتونو پهٔ صحیح ځائې کښې استعمال پرېږدی، بلکې اپوټه ېٔ پهٔ مخالفت کښې استعمال کړی نو الله پاک ترېنه خپل نعمتونه واپس واخلی اؤ دَ انعام و احسان شان پهٔ انتقام بدل کړی۔ هغه دَ بندګانو ټولې خبرې اوری اؤ دَ هر څهٔ نه ښهٔ خبر دے۔ دَ هغهٔ نه هېڅ نهٔ شی پټېدے نو دَ چا سره چې څنګه معامله کوی بالکل صحیح اؤ دَ هغو دَ حالت موافق وی۔ حضرت شاه صاحب لیکی تر څو پورې چې نیت اؤ عقیده بدله نهٔ شی۔ الله پاک دَ چا نه نعمتونه نهٔ واپس کوی۔ ګویا ”مَا بِاَنْفُسِہِمْ“ نه مراد خاص نیت اؤ عقیده ده څنګه چې پهٔ ترجمه کښې څرګند شوی دی۔ والله اعلم۔
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ١ۙ وَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَ اَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ١ۚ وَ كُلٌّ كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ۝۵۴
څنګه چې عادت وهٔ دَ فرعونیانو اؤ کوم چې دَ هغوی نه مخکښې وو۔ چې هغوی دروغ ووې دَ خپل رب آیتونو ته، بیا مونږ هلاک کړل دَ هغوی دَ ګناهونو پهٔ سبب اؤ غرق مو کړل فرعونیان۔ اؤ دا ټول ظالمان وو۔ ف۶۲
ف۶۲: فرعونیان اؤ دَ هغو نه مخکښې قومونه دَ خپلو جرمونو پهٔ سزا کښې هلاک شو اؤ فرعونیان خو پهٔ سیند لاهو شو۔ دا ځکه چې هغوی دَ الله نه دَ بغاوت اؤ شرارت پهٔ وجه پهٔ ځانونو خپله ظلم وکړو۔ ګنی دَ الله پاک دَ هېچا سره دښمنی نشته۔
اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَۖۚ۝۵۵
بېشکه پهٔ ټولو څاروؤ کښې بد تر دَ الله پهٔ نزد هغه دی چې منکر شو بیا هغه ایمان نهٔ راوړی۔
اَلَّذِیْنَ عٰهَدْتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَهُمْ فِیْ كُلِّ مَرَّةٍ وَّ هُمْ لَا یَتَّقُوْنَ۝۵۶
دَ چا سره چې تا وعده کړے ده پهٔ دوی کښې ، بیا هغوی ماتوی خپله وعده هر ځل اؤ هغوی ویره نهٔ کوی۔ ف۶۳
ف۶۳: کوم خلق چې همېشه دپاره پهٔ کفر اؤ بې ایمانیٔ کښې غرق اؤ دَ خپل انجام نه بې پروا دَ بې لوظیٔ اؤ خیانت عادت وی هغوی دَ الله پهٔ نزد دَ ځناورو نه بدتر دی۔ دَ فرعونیانو حال پهٔ بې لوظیٔ اؤ غداریٔ کښې دې حد ته رسېدلے وهٔ (چې کله به ورباندې څهٔ عذاب راغلو نو موسیٰؑ ته به ېٔ وې چې الله ته سوال وکړه کهٔ دا رانه لرې شو نو مونږ به ایمان راؤړو اؤ بنی اسرائیل به تا سره ازاد کړو، خو چې هغه عذاب به ترېنه تر څهٔ وخته پورې لرې شو نو بیا به دَ خپل لوظ نه منکر شو) (سورت اعراف، رکوع ۱۶)
اؤ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې دَ یهودو دا حال وهٔ ، بنی قریظه قبیلې وعده کړے وه چې مونږ به دَ مشرکانو امداد نهٔ کوؤ بیا به چې موقع راغله نو دَ هغوی امداد به ېٔ وکړو۔ وې به ېٔ چې زمونږ نه خو خپله وعده هېره شوے وه۔ ډېر ځله ېٔ داسې کړی وو۔ پهٔ مخکښې آیتونو کښې راځی چې داسې غدارو ته څنګه سزا ورکؤل پکار دی۔
فَاِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِی الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ۝۵۷
نو کهٔ کله تهٔ هغوی بیا مومې پهٔ جنګ کښې نو هغوی ته داسې سزا ورکړه چې وروستو پاتی خلق ېٔ پرې وتښتی۔ چې دوی عبرت واخلی۔
وَ اِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِیَانَةً فَانْۢبِذْ اِلَیْهِمْ عَلٰی سَوَآءٍ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْخَآىِٕنِیْنَ۠۝۵۸
اؤ کهٔ تا ته خطره وی دَ یو قوم نه دَ بې لوظیٔ۔ نو ور وغورزوه ورته خپله وعده پهٔ داسې طریقه چې تهٔ اؤ هغوی برابر شیٔ بېشکه الله نهٔ خوښوی خیانت کؤنکی ف۶۴
ف۶۴: یعنی چې دا ټګ مار بې لوظی وکړی اؤ ستا پهٔ مقابله کښې میدان ته را وځی نو داسې سزا ورکړه چې راتلونکے نسل ېٔ هم یاد لری اؤ بیا دَ بې لوظیٔ جرأت ونهٔ کړې شی۔ اؤ کهٔ یو قوم پهٔ څرګنده بې لوظی نهٔ وی کړے البته علامې ېٔ داسې ښکاری چې بې لوظیٔ ته ېٔ نیت وی نو تا ته اختیار دے کهٔ ضرورت وی نو عهد نامه ورته واپس کړه اؤ دَ لوظ نامې دَ ماتؤلو اعلان وکړه بیا چې څنګه دَ وخت سره مناسب وی هغه شان کار ورسره وکړه چې دَ معاهدې خبره ختمه شی اؤ دواړه ډلې بیدارې شی اؤ ځان تیار کړی، خبره صفا شی اؤ دَ یو طرف نه دَ ټګۍ اؤ غداریٔ خطره نهٔ وی۔ الله تعالیٰ دَ خیانت کاروائی نهٔ خوښوی کهٔ دَ کفارو سره وی هم۔ یوه واقعه ده۔ وائی چې دَ امیر معاویهؓ اؤ دَ رومیانو ترمینځه دَ جنګ نهٔ کؤلو یو میعادی لوظ نامه وه۔ دَ معاهدې میعاد لا پوره شوے نهٔ وهٔ۔ امیر معاویهؓ خپل فوځونه تیار کړل اؤ سرحد ته ېٔ نژدے راواستؤل چې میعاد پوره کېدو سره سمدستی حملې ته فوځ تیار وی۔ کله چې دا کاروائی کېده نو یو سړے پهٔ اس سور پهٔ منډه منډه راغلو وې چې ”الله اکبر الله اکبر وفاءً لاغدراً “ (وعده پوره کړیٔ بې لوظی مهٔ کویٔ) رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ کوم قوم سره معاهده وی نو یوه غوټه دې نهٔ ورکؤلے شی اؤ نهٔ دې سپړدے شی تر څو چې معاهده پوره نهٔ وی۔ یا دې فریقِ مخالف ته معاهده واپس کړې شی خبر دې ورکړې شی۔ (چې هغه هم مساوی تیارې وکړی) امیر معاویهؓ ته چې دا خبر ورسېدو نو فوځ ېٔ واپس وغوښتو۔ وروستو پته ولګېده چې دا بوډا عمرو بن عنبسهؓ وهٔ۔
وَ لَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَبَقُوْا١ؕ اِنَّهُمْ لَا یُعْجِزُوْنَ۝۵۹
اؤ دا خیال دې نهٔ کوی کافر خلق چې هغوی وتښتېدل ، هغوی مونږ ستړی کؤلے نهٔ شی، ف۶۵
ف۶۵: دَ عهد واپس کؤلو کوم حکم چې مخکښې تېر شو ممکنه وه چې کفار دا دَ مسلمانانو پهٔ ساده والی واړوی چې ښهٔ شوه دا خو به مونږ ته دَ تیاریٔ وخت پهٔ لاس راشی۔ دَ دې پهٔ ځواب کښې الله پاک فرمائی چې تاسو هر څومره تیارې کهٔ وکړیٔ کهٔ الله پاک تاسو ته دَ مسلمانانو پهٔ لاس شکست درکوی نو ستاسو دَ خلاصی مخه نشته۔ دَ الله دَ قدرت اؤ طاقت نه بچ کېدے نهٔ شیٔ۔ دې کښې مسلمانانو ته تسلّی ده چې تاسو هر وخت کښې پهٔ الله توکل کویٔ اؤ دَ هغهٔ حکم منیٔ نو تاسو به غالب ییٔ۔
وَ اَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ قُوَّةٍ وَّ مِنْ رِّبَاطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُوْنَ بِهٖ عَدُوَّ اللّٰهِ وَ عَدُوَّكُمْ وَ اٰخَرِیْنَ مِنْ دُوْنِهِمْ١ۚ لَا تَعْلَمُوْنَهُمْ١ۚ اَللّٰهُ یَعْلَمُهُمْ١ؕ وَ مَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یُوَفَّ اِلَیْكُمْ وَ اَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ۝۶۰
اؤ تیار کړیٔ دَ هغوی دَ جنګ دپاره څهٔ چې جمع کؤلے شیٔ طاقت اؤ ساتلی اسونه ف۶۶ چې رعب کښېنوی دَ الله پهٔ دښمنانو اؤ پهٔ خپلو دښمنانو اؤ دَ دوی نه سوا پهٔ نورو هم کوم چې تاسو ته نهٔ دی معلوم ، الله ته معلوم دی ف۶۷ اؤ څهٔ چې تاسو لګویٔ دَ الله پهٔ لار کښې هغه به تاسو ته پوره پوره درکؤلے شی اؤ ستاسو حق به نهٔ پاتې کیږی۔ ف۶۸
ف۶۶: پهٔ الله باندې دَ توکل اؤ اعتماد مطلب دا نهٔ دے چې ظاهری اسباب اؤ تدبیر بالکل پرېږدیٔ اؤ تش لاس غافل کښېنیٔ۔ مطلب دا دے چې څومره ستاسو دَ وس نه کیږی هغه هومره تیارے ضرور کویٔ۔ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې دَ اس سورلی ، دَ تورې اؤ نېزې چلؤل ، دَ تیراندازیٔ مشق دَ جهاد سامان وهٔ۔ نن سبا توپې ، ټوپکے ، ټینکونه اؤ هوائی جهازونه ، سمندری جنګی جهازونه اؤ آبدوز وغېره دَ جنګ سامان دے۔ دا سامان تیارؤل اؤ دَ دې دَ استعمال چل زده کؤل اؤ ورزش پرېډ، قواعد وغېره دَ جنګ طریقې زده کؤل ضروری دی۔ هم دغه شان آئینده دپاره چې څهٔ نوې وسیلې یا نوې دَ جنګ طریقې راوځی هغه ټول دَ دې آیت پهٔ اصل مطلب کښې شامل دی (اؤ اسلامی حکومتونو باندې دَ دې مناسب جنګی تیارے فرض دے) (دا مطلب هرګز نهٔ دے چې دَ ایټم بم پهٔ زمانه کښې دې هم مسلمانان تیراندازی زده کړی)
البته دَ اسونو متعلق دَ حضور اکرمﷺ ارشاد دے۔ اَلْخَیْلُ مَعْقُوْدٌ فِیْ نَوَاصِیْهَا الْخَیْرُ اِلٰی یَوْمِ الْقِیَامَةِ ۔
(دَ قیامت تر ورځې پورې الله پاک دَ اس پهٔ تندی کښې خیر یٔښې دے)
اؤ پهٔ احادیثو کښې راځی چې کوم سړے دَ جهاد پهٔ نیت اس ساتی دَ هغهٔ پهٔ خوراک څښاک اؤ هر هر قدم باندې ورته اجر ورکؤلے شی اؤ دَ هغهٔ خرڅ به ېٔ دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ نیکو کښې تللے شی۔
ف۶۷: یعنی دا ټول سامان اؤ تیارے پهٔ دښمن باندې هیبت اچؤلو دپاره یو ظاهری سبب دے۔ باقی فتح اؤ کامیابی دا دَ الله پهٔ امداد اؤ دَ هغهٔ پهٔ فضل کیږی دَ اسبابو پکښې څهٔ دخل نشته۔ څنګه چې مخکښې تېره شوے ده چې پهٔ موجوده دښمنانو قریشو باندې هم هیبت پرېوځی اؤ پهٔ هغه دښمنانو هم کوم چې تاسو ته څرګند نهٔ دی معلوم لکه هغه منافقان چې دَ مسلمانیٔ پهٔ جامه کښې دی یا دَ یهودو قبیلې بنی قریظه وغېره یا دَ شام اؤ روم کافر قومونه کوم چې فی الحال مقابل نهٔ دی خو وروستو به ورسره دَ مسلمانانو جنګونه راځی۔
ف۶۸: دې آیت کښې مالی جهاد ته اشاره ده یعنی دَ جهاد پهٔ تیاریٔ کښې چې تاسو کوم مال ولګویٔ دَ هغې به پوره پوره اجر درکؤلے شی۔
دَ یو درهم پهٔ ځائې ووهٔ سوه(۷۰۰) درهم۔ وَ اللہُ یُضَاعِفُ لِمَنْ یَّشَآءُ ۔
”الله پاک دَ دې نه هم زیات ورکوی چې خوښه ېٔ شی۔“ (پهٔ اخرت کښې خو اجر یقینی دے) اؤ کله کله پهٔ دنیا کښې هم دَ هغې اثر څرګند شی۔
وَ اِنْ جَنَحُوْا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَ تَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۶۱
اؤ کهٔ دوی مائله شی صلحې ته نو تهٔ هم ورته مائل شه اؤ اعتماد کوه پهٔ الله باندې ، بېشکه هم هغه هر څهٔ اوری پهٔ هر څهٔ پوهه دے۔ ف۶۹
ف۶۹: ممکنه ده چې دَ مسلمانانو دَ مالی اؤ جانی قربانو اؤ جنګی تیارو پهٔ کفارو هیبت راشی اؤ دَ صلحې اؤ امن درخواست وکړی۔ نو حضور اکرمﷺ ته حکم دے چې تهٔ هم دَ موقعې مناسب ورسره دَ صلحې خبرې وکړه۔ ځکه چې دَ جهاد مطلب خامخا وینې بیؤل نهٔ دی بلکې دَ الله نوم پورته کؤل اؤ شر ختمؤل دی کهٔ دَ جنګ نه بغیر دا مقصد حاصلیږی اؤ کافران دَ اسلام بالادستی منی نو خامخا جنګ ته ضرورت نشته اؤ کهٔ دا ویره وی چې کافر به دَ صلحې پهٔ بهانه زمونږ سره ټګی وکړی نو دَ دې پروا مهٔ کویٔ۔ پهٔ الله اعتماد وکړیٔ هغه دَ ټولو پهٔ نیتونو خبر دے اؤ دَ هغوی پټې صلاګانې اوری۔ تاسو خپل نیت صفا ساتیٔ۔ دَ هغوی بدنیتی تاسو ته نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ هغوی سره به الله پوهیږی۔
وَ اِنْ یُّرِیْدُوْۤا اَنْ یَّخْدَعُوْكَ فَاِنَّ حَسْبَكَ اللّٰهُ١ؕ هُوَ الَّذِیْۤ اَیَّدَكَ بِنَصْرِهٖ وَ بِالْمُؤْمِنِیْنَۙ۝۶۲
اؤ کهٔ دوی غواړی چې تا سره ټګی وکړی نو تا ته یواځې الله کافی دے۔ هم هغهٔ تا ته طاقت درکړے پهٔ خپل امداد اؤ پهٔ مسلمانانو۔ ف۷۰
ف۷۰: کهٔ کافران پهٔ صلح کښې څهٔ ټګی وکړی نو تهٔ غم مهٔ کوه۔ ستا دَ امداد دپاره یواځې الله پاک کافی دے۔ دَ دوی ټولې ټګۍ به بې کاره لاړې شی۔ څنګه چې هغهٔ دَ بدر پهٔ جنګ کښې ستا غیبی امداد کړے دے اؤ پهٔ ظاهره ېٔ دَ لږو سرفروشو مسلمانانو پهٔ ذریعه تا ته کامیابی درکړے ده (هغه به بیا هم داسې امداد درسره کوی)
وَ اَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ١ؕ لَوْ اَنْفَقْتَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مَّاۤ اَلَّفْتَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ اَلَّفَ بَیْنَهُمْ١ؕ اِنَّهٗ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۶۳
اؤ محبّت ېٔ اچؤلے دَ مسلمانانو پهٔ زړونو کښې، کهٔ تا لګؤلے وې ټول مالونه څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی نو محبّت به دې نهٔ وهٔ اچؤلے دَ دوی پهٔ زړونو کښې لېکن الله پکښې محبّت پیدا کړو بېشکه هغه زورور دے دَ حکمت خاوند۔ ف۷۱
ف۷۱: دَ اسلام نه مخکښې پهٔ ټولو عربو قبائلو کښې دَ جنګ جګړو اؤ شرفساد بازار ګرم وهٔ ، پهٔ وړو وړو خبرو به دَ قبیلو ترمینځه غټ غټ جنګونه ډېره ډېره موده کېدل۔ دَ بدل اؤ بیا دَ بدل دَ بدل سلسله به تر مودو مودو جاری وه ، هډو ختمېدل ېٔ نهٔ وو۔ پهٔ دې وخت کښې اؤ پهٔ داسې حالاتو کښې حضور اکرمﷺ دَ توحید اؤ اتّحاد اؤ ورورولیٔ پېغام دنیا ته راؤړو۔ چا چې دا پېغام قبول کړو ، قبائلو دا هم یوه ډله وګڼله۔ اؤ ټول دَ دې پهٔ مقابله کښې سره یو شو۔ خپل جنګونه اؤ دښمنیٔ ېٔ شاته کړې اؤ دَ حضور اکرمﷺ مقابلې ته ودرېدل۔ دَ حضور اکرمﷺ نصیحت ېٔ نهٔ اورېدو اؤ نهٔ ورته نژدے راتلل۔ حضور اکرمﷺ ېٔ خپل دښمن ګڼلو۔ دَ دنیا یو طاقت هم دا دَ غرهٔ ځناور دَ توحید لارې اؤ دَ سړیتوب خبرې ته راړؤلے نهٔ شو۔ کهٔ چا پهٔ مخ دَ زمکې ټول مال و دولت لګؤلے وې هم دا ممکنه نهٔ وه چې دَ دې جاهلانو پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ توحید ډیوه بله کړے وې اؤ دَ حضور اکرمﷺ محبّت ېٔ پکښې داسې پیدا کړے وې۔ دا صرف دَ الله پاک رحم اؤ کرم وهٔ چې دَ هغه جاهلانو پهٔ زړونو کښې ېٔ دَ رسول پاکﷺ داسې محبّت پیدا کړو چې بې پیسې غلامان شو۔ سر و مال ، آل و اولاد هر څهٔ ېٔ دَ حضور اکرمﷺ نه قربان کړل اؤ هغه خلق چې دَ یو بل وینو څښلو ته تږی وو ، سره داسې خواږهٔ شو چې دَ حقیقی وروڼو نه زیات پهٔ یو بل مئین وو۔ دَ زړونو بدلؤل صرف دَ الله پاک پهٔ قدرت اؤ طاقت کښې دی اؤ دا دَ الله پاک حکمت کمال دے چې پهٔ داسې سخت اؤ خراب وخت کښې ېٔ دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې دَ اسلام اؤ رسول اکرمﷺ داسې محبّت پیدا کړو۔
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ حَسْبُكَ اللّٰهُ وَ مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۠۝۶۴
اے نبیﷺ کافی دے ستا دپاره الله اؤ څومره مسلمانان چې تا سره دی۔ ف۷۲
ف۷۲: دَ دې دوه مطلبه کېدے شی۔ (۱) اکثرو مشرانو ېٔ دا مطلب بیان کړے دے چې اے پېغمبره ستا دپاره اؤ ستا دَ ملګریو مسلمانانو دپاره یواځې الله کافی دے۔ دَ دنیا دَ ظاهری اسبابو څهٔ پروا مهٔ ساته۔ (۲) اؤ ځنو عالمانو ېٔ دا مطلب اخستې دے چې اے پېغمبره ستا دپاره پهٔ حقیقت کښې خو یواځې الله کافی دے۔ اؤ دَ ظاهری اسبابو پهٔ لحاظ دغه لږ مسلمانان کافی دی کوم چې ستا تابع دی۔ دَ مسلمانانو ډله پهٔ ظاهره کهٔ هر څومره لږه اؤ پهٔ ظاهری شان کمزورے ښکاری خو دَ الله پاک پهٔ مدد سره دغه کافی ده۔ ګویا کهٔ دا دَ ”اَیَّدَکَ بنَصْرِہٖ وَالْمُؤْمِنِیْنَ“ خلاصه ده۔
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِیْنَ عَلَی الْقِتَالِ١ؕ اِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ عِشْرُوْنَ صٰبِرُوْنَ یَغْلِبُوْا مِائَتَیْنِ١ۚ وَ اِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ یَّغْلِبُوْۤا اَلْفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ۝۶۵
اے نبیﷺ پهٔ شوق کښې کړه مسلمانان جنګ ته، کهٔ چرې وی ستاسو شل کسه ثابت قدمه نو غالب به شی پهٔ دوؤ سوو۔ اؤ کهٔ وی ستاسو سل تنه نو غالب به شی پهٔ زرو کافرانو باندې، ځکه چې دا کافران ناپوهه خلق دی ف۷۳
ف۷۳: پهٔ دې کښې دَ مسلمانانو حوصله افزائی ده چې کهٔ تاسو لږ ویٔ هم پرواه مه کویٔ دَ الله پهٔ فضل به پهٔ لس چنده کافرانو تاسو غالب راځیٔ۔ ځکه چې مسلمان خالص دَ الله دَ رضا دپاره جنګ کوی۔ دَ هغهٔ دا پوخ یقین دے اؤ پهٔ دې یقین میدان ته راوځی چې دَ الله پهٔ لار کښې مرګ اصل ژوندون دے۔ دَ هغهٔ پوخ یقین وی چې زما دَ دې قربانیٔ فائده به ما ته پهٔ آخرت کښې ضرور رارسی کهٔ غالب شی هم اؤ کهٔ مغلوب شی هم۔ اؤ دَ الله دَ رضا دپاره چې اوس ما ته څهٔ تکلیف رسی دا زما دَ همېشه خوشحالیٔ اؤ آرام ذریعه ده۔ مسلمان چې دَ دې عقیدې سره جنګ ته روان شی نو هغه دَ مرګ نه ویره نهٔ کوی بلکې دَ شهادت پهٔ شوق پهٔ خوشحالیٔ کښې نور پهٔ زړهٔ ورتیا وړاندې کیږی۔ ځکه چې هغه پوهیږی چې دا مرګ پهٔ اصل کښې دائمی ژوند دے۔ اؤ چې هغه پهٔ جنګ ورګډ شی نو دَ الله پاک غیبی امداد دَ هغهٔ سره وی اؤ کامیابی ېٔ یقینی وی۔ اؤ کافر پهٔ دې عقیده نهٔ جنګیږی هغه خو صرف دَ دنیا دَ فانی غرض دپاره جنګ کوی نو پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا ویره وی چې کهٔ مړ شوم نو هر څهٔ ختم شو۔ ځکه هغه بزدل وی اؤ پهٔ زړهٔ ورتیا وړاندې کېدے نهٔ شی۔
نو ځکه الله پاک دَ خوشخبریٔ پهٔ رنګ کښې مسلمانانو ته حکم ورکوی چې دَ لس جنده کافرانو پهٔ مقابله کښې مضبوط اؤ زړهٔ ور وسیٔ۔ دَ الله پهٔ امداد به غلبه ستاسو وی کهٔ مسلمانان شل (۲۰) وی نو دَ دوؤ سوو (۲۰۰) کافرانو نه دې مخ نهٔ اړوی اؤ کهٔ سل (۱۰۰) وی نو پهٔ زرو (۱۰۰۰) دې بې خطره ورځی۔ مطلب خو لس چنده دښمن دے خو دَ شلو (۲۰) اؤ سلو (۱۰۰) عدد شاید چې ځکه راوړې شوے دے چې پهٔ هغه وخت کښې غالبًا دَ سریئے (وړوکی جنګ) دپاره به شل (۲۰) کسه اکثر تلل اؤ پهٔ لښکر کښې به سل (۱۰۰) کسه وو۔ دا بل آیت بیا ډېره موده پس نازل شوے دے۔ هغه وخت دَ مسلمانانو شمار زیات شوے وهٔ۔ پهٔ دې وخت بیا دسته دَ سلو (۱۰۰) کسو وه اؤ لښکر دَ زرو (۱۰۰۰) کسانو وتو۔
اَلْـٰٔنَ خَفَّفَ اللّٰهُ عَنْكُمْ وَ عَلِمَ اَنَّ فِیْكُمْ ضَعْفًا١ؕ فَاِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ صَابِرَةٌ یَّغْلِبُوْا مِائَتَیْنِ١ۚ وَ اِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ اَلْفٌ یَّغْلِبُوْۤا اَلْفَیْنِ بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ۝۶۶
اوس الله تاسو نه پیټے سپک کړو اؤ معلومه شوه چې پهٔ تاسو کښې کمزوری ده ۔ نو کهٔ وی ستاسو سل کسه ثابت قدمه نو غالب دې شی پهٔ دوؤ سوو اؤ کهٔ وی ستاسو زر کسان نو غالب دې شی پهٔ دوؤ زرو دَ الله پهٔ حکم۔ اؤ الله دَ ثابت قدمو ملګرے دے۔ ف۷۴
ف۷۴: پهٔ بخاری شریف کښې دَ ابنِ عباسؓ روایت دے چې کوم آیت کښې یو مسلمان ته دَ لسو (۱۰) کافرو دَ مقابلې حکم وهٔ۔ چې دا حکم خلقو ته ګران ښکاره شو نو الله پاک ورباندې رحم وکړو۔ دا بل آیت نازل شو چې پکښې یو مسلمان ته دَ دوؤ (۲) کافرو دَ مقابلې حکم وشو۔ اَلْاٰنَ خَفَّفَ اللہُ۔ یعنی دَ ستاسو دَ کمزوریٔ پېش نظر وړومبے حکم پورته شو۔ اوس صرف دَ یو اؤ دَ دوؤ پهٔ مقابله کښې ودرېدل ضروری دی۔ اؤ اسلامی فوځ ته دَ دوچند دښمن نه تښتېدل حرام اؤ جرم دے۔
دَ سستیٔ اؤ کمزوریٔ ډېرې وجهې کېدے شی۔ دَ هجرت پهٔ شروع کښې دَ شمېر مسلمانان وو۔ هغه ټول سرفروش، بهادران اؤ دَ ګوتې کسان وو۔ وروستو هغه کسان بډاګان شو اؤ وروستے نسل دَ هغسې مضبوطې عقیدې اؤ توکل علی الله خاوندان نهٔ وو۔ هسې هم دَ شمېر زیاتېدو اؤ مالی حالت ښهٔ کېدو سره شاید چې پهٔ ظاهری سامان ېٔ نظر پرېوتو اؤ توکل علی الله کښې کمے راغلو۔ هسې هم انسانی عادت دا دے چې کهٔ یو سخت کار دَ لږو کسانو پهٔ سر شی نو پهٔ هغوی کښې همّت اؤ جوش زیات وی اؤ هر سړے دَ خپل وس نه زیات کوشش کوی اؤ چې کار پهٔ ګڼو کسانو وی نو دَ یو بل پهٔ طمع پکښې سستی پیدا کیږی اؤ هغه جوش اؤ همّت نهٔ وی۔ هر سړے وائی چې یواځې زهٔ خو ېٔ ذمه وار نهٔ یم ، دا بل به هم څهٔ کوی اؤ پهٔ دغه کښې کار خراب شی۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې اولنی مسلمانان پهٔ یقین کښې کامل وو نو هغوی ته دَ لس چنده دښمن سره دَ مقابلې حکم وهٔ ، وروستی مسلمانان پهٔ یقین کښې دَ هغو نه لږ کم وو نو دَ دوچند دښمن سره ورته دَ مقابلې حکم وشو۔ دغه حکم اوس هم دے۔ اؤ کهٔ اوس چا دَ دوچند نه زیاتو باندې حمله وکړه نو دَ زیات اجر حقدار به وی۔ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې یو زر (۱۰۰۰) مسلمانان دَ اتیا زرو کافرو سره جنګیدلی دی۔ پهٔ عزوه موته کښې درے زره(۳۰۰۰) مسلمانان دَ دوؤ لکو (۲۰۰۰۰۰) کافرانو مقابلې ته ولاړ وو۔ دَ اسلام پهٔ زوړ تاریخ کښې الحمد الله داسې واقعات بې شماره دی۔
مَا كَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗۤ اَسْرٰی حَتّٰی یُثْخِنَ فِی الْاَرْضِ١ؕ تُرِیْدُوْنَ عَرَضَ الدُّنْیَا١ۖۗ وَ اللّٰهُ یُرِیْدُ الْاٰخِرَةَ١ؕ وَ اللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۶۷
نبیﷺ سره نهٔ ښائی چې ځان سره قیدیان وساتی تر څو چې ملک کښې ښې وینې ونهٔ بهوی۔ تاسو دَ دنیا سامان غواړیٔ ، اؤ الله درنه اخرت غواړی، اؤ الله زورور دے دَ حکمت خاوند۔ ف۷۵
ف۷۵: دَ بدر پهٔ جنګ کښې اسلامی فوځ اویا(۷۰) مشرکان قید کړی وو۔ دَ دې قیدیانو متعلق الله پاک مسلمانانو ته پهٔ دوؤ خبرو کښې دَ یوې اختیارؤلو اجازت ورکړو۔ (۱) ټول قتل کؤل یا (۲) ترېنه فدیه اخستل اؤ پرېښؤل۔ پهٔ دې شرط چې بل کال به ستاسو دومره کسان شهیدان کیږی۔ پهٔ حقیقت کښې دا هم دَ الله پاک دَ طرف نه یو امتحان وهٔ اؤ یو سخت ازمېښت وهٔ۔ چې معلومه شی چې مسلمانان پهٔ خپل طبیعت کوم خوا روان دی۔ لکه چې ازواج مطهراتو ته اجازت ورکړې شوے وهٔ۔ اِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیٰوۃَ الدُّنْیَا وَ زِیْنَتَهَا فَتَعَالَیْنَ اُمَتِّعْکُنَّ وَ اُسَرِّحْکُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا۔ (سورت احزاب،آیت۲۸، رکوع۴)
(کهٔ تاسو دَ دنیا ژوند اؤ دَ هغې خوشحالیٔ غواړیٔ نو راځیٔ چې څهٔ مال درکړم اؤ پهٔ ښهٔ طریقه مو رخصت کړم)
لېکن هغوی دَ دنیا پهٔ ځائې دَ حضور اکرمﷺ رفاقت اؤ آخرت خوښ کړو دَ جداییٔ نوبت رانهٔ غلو۔
یا لکه څنګه چې دَ معراج پهٔ شپه حضور اکرمﷺ ته دوه پیالۍ وړاندې شوے وې ، یوه دَ شرابو اؤ یوه دَ پیو۔ حضور اکرمﷺ دَ پیو پیاله خوښه کړه نو جبریلؑ ورته ووې کهٔ تا دَ شرابو پیاله اخستې وې نو امت به دې ګمراه شوے وهٔ۔
بهرحال حضور اکرمﷺ دَ اصحابوؓ نه صلاح واخسته۔ نو ابوبکر صدیقؓ عرض وکړو یا رسول اللهﷺ دا ټول زمونږ خپل خپلوان دی۔ ښهٔ به دا وی چې فدیه ترېنه واخلو شاید چې دَ دې نرم سلوک پهٔ وجه پهٔ دوی کښې یا دَ دوی پهٔ اولاد کښې څوک مسلمان شی اؤ زمونږ پهٔ کار راشی۔ اؤ دَ فدیئے کوم مال چې اوس پهٔ لاس راشی دا به دَ جهاد پهٔ تیاریٔ اؤ نورو دینی کارونو کښې پکار راشی اؤ زمونږ لاس به مضبوط شی۔ باقی مخکښې کال کهٔ پهٔ مونږ کښې اویا (۷۰) کسه شهیدان شی نو څهٔ حرج نشته هغوی ته به الله پاک دَ شهادت مرتبه اؤ دَ جنّت نعمتونه ورکړی۔ دَ حضور اکرمﷺ هم دَ خپل فطری رحم دلیٔ پهٔ وجه خیال دې طرف ته وهٔ۔ بلکې دَ اکثرو اصحابوؓ دغه رائے وه ، دَ ځنو خو هم پهٔ دغه وجوهاتو کوم چې صدیق اکبرؓ بیان کړل اؤ د ځنو صرف دَ وجوه مال فائدې پهٔ خیال۔ لکه چې الله پاک ورته دَ زورنے پهٔ طور وائی : تُرِیْدُوْنَ عَرَضَ الدُّنْیَا ۔ حافظ بن حجرؒ اؤ ابن قیّمؒ پهٔ دې تصریح کړے ده۔ حضرت عمرؓ اؤ حضرت سعد بن معاذؓ دَ دې رائے خلاف وو۔
حضرت عمرؓ عرض وکړو یا رسول اللهﷺ دا قیدیان دَ کافرانو مشران اؤ دَ کفر ستنې دی دا ختم کړیٔ چې دَ کفر زور مات شی۔ اؤ پهٔ ټولو کافرو داسې هیبت پریوځی چې بیا دَ سر پورته کؤلو نهٔ وی اؤ دَ الله پهٔ مخکښې به هم زمونږ دَ مشرکانو سره دَ نفرت اؤ بغض اؤ دَ کاملې بېزاریٔ اظهار وشی چې مونږ دَ الله پهٔ لار کښې دَ خپلویٔ اؤ دَ مالی فائدې څهٔ خیال ونهٔ ساتلو۔ نو مناسب به دا وی چې هر سړے پهٔ دې قیدیانو کښې خپل رشته دار پهٔ خپل لاس قتل کړی۔ غرض دا چې دَ صلاح مصلحت اؤ بحث نه پس حضور اکرمﷺ دَ حضرت ابوبکرؓ اؤ دَ اصحابوؓ دَ اکثریت پهٔ خوښه عمل خوښ کړو۔ ځکه چې اکثریت دېخوا وهٔ۔ دَ حضور اکرمﷺ دَ خپلې طبعی نرمیٔ اؤ شفقت پهٔ وجه دا خبره خوښه کړه۔ اؤ هسې هم اخلاقی حیثیت سره اؤ عام حالاتو مطابق دا خبره وزنی ده۔ لېکن اسلام پهٔ دې وخت کښې داسې حالاتو کښې وهٔ چې دَ وقتی مصلحت دا تقاضا وه چې دَ کافرو سره سختی وشی۔ دیارلس (۱۳) کاله پس دَ توحید پرستارو ته دا موقع پهٔ لاس ورغلے وه چې دَ شیطان پرستارو باندې دا ثابته کړی چې اوس دَ ستاسو خپلوی ، مال دولت اؤ لښکرے تاسو دَ الله دَ انتقام نه خلاصؤلے نهٔ شی۔ پهٔ وړومبیٔ موقع کافرانو باندې هبت کښېنؤلو نه پس بیا دَ نرمیٔ اؤ شفقت موقعې نورې ډېرې وې۔ بل خوا دَ اویا(۷۰) مسلمانانو پهٔ قتل راضی کېدل هم معمولی خبره نهٔ وه۔ ځکه دا رائے دَ دې موقعې اؤ حالاتو پهٔ لحاظ دَ الله پاک پهٔ نزد غوره نهٔ وه۔ دې ناخوښیٔ ته پهٔ دې آیت کښې ”مَا کَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّکُوْنَ لَہٗ اَسْرٰی“ کښې اشاره شوے ده۔ دا دَ اصحابِ کراموؓ یو اجتهادی غلطی وه۔ اؤ کومو کسانو چې صرف دَ مالی فائدې پهٔ خیال دا رائے خوښه کړے وه هغوی ته پهٔ ”تُرِیْدُوْنَ عَرَضَ الدُّنْیَا“ آیت کښې زورنه ورکړې شوه۔ یعنی تاسو دَ دنیا فانی څیزونه غواړیٔ حالانکې دَ مؤمن نظر صرف پهٔ آخرت پکار دے۔ کهٔ دَ الله تعالیٰ حکمت وغواړی نو ستاسو کار پهٔ خپل قدرت دَ ظاهری سامان نه بغیر هم پوره کؤلے شی۔ بهرحال قیدیانو نه فدیه اخستل اؤ ازادؤل دَ هغې وخت دَ حالاتو پهٔ لحاظ سخته غلطی وګڼلې شوه۔ دومره خبره یاده لریٔ چې دَ روایاتو نه دا ثابته ده چې حضور اکرمﷺ دې وخت کښې فدیه اخستل صرف دَ صله رحمیٔ اؤ خپل طبعی شفقت اؤ نرمیٔ پهٔ وجه خوښ کړی وو۔ دَ مالی فائدې څهٔ خیال ېٔ نهٔ وهٔ۔ البته دَ ځنو اصحابوؓ نظر کښې دَ نورو اخلاقی اؤ دینی فائدو نه علاوه مالی فائده هم وه۔ ګویا کهٔ دَ اصحابوؓ پهٔ نظر کښې کُلًّا یا جُزْأً مالی فائده ضرور وه اؤ دَ مالی فائدې پهٔ خیال ېٔ پهٔ (بغض فی الله) کښې کمې کؤل اؤ دَ جهاد دَ اصل مقصد نه غفلت کؤل اؤ دَ اویا(۷۰) مسلمانانو پهٔ شهادت پهٔ خپل اختیار راضی کېدل داسې خبره وه چې دَ اصحابوؓ دَ وچتې مرتبې سره مناسب نهٔ وه۔ ځکه پهٔ دې آیتونو کښې دَ سختې غصې اؤ زورنې لهجه اختیار شوے ده۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې یو سړے پهٔ جهاد کښې پهٔ سر زخمی شوے وهٔ۔ بیا هغهٔ ته دَ غسل ضرورت وهٔ۔ سر لوندؤل ورته نقصانی وو نو دَ ملګریو نه ېٔ تپوس وکړو چې زهٔ تیمم وهلې شم کهٔ نه۔ هغوی ورته ووې چې اوبهٔ شته نو مونږ تا ته دَ تیمم رائے نهٔ شو درکؤلے هغهٔ غسل وکړو اؤ دَ هغې نه وفات شو۔ حضور اکرمﷺ چې خبر شو نو وېٔ فرمائیل۔ قَتَلُوْہُ قَاتَلَہُمُ اللہُ (دوی دې الله غرق کړی دوی ووژلو)
دې نه معلومه شوه چې اجتهادی غلطی کهٔ خطرناکه وی پهٔ هغې هم زورنه ورکېدے شی۔ ګویا دا ګڼلې شی چې مجتهد پوره کوشش نهٔ دے کړے اؤ دَ خپل ذهن نه ېٔ پوره کار نهٔ دے اخستې۔
لَوْ لَا كِتٰبٌ مِّنَ اللّٰهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِیْمَاۤ اَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۝۶۸
اؤ کهٔ نهٔ وې یوه خبره لیکلے شوے دَ الله دَ طرف نه وړومبے نو رسېدلے به وهٔ تاسو ته پهٔ دې مال اخستو غټ عذاب۔ ف۷۶
ف۷۶: یعنی دا غلطی خو خپله دومره غټه وه چې کومو خلقو دَ مالی فائدې پهٔ خیال داسې کار کړے وهٔ هغوی ته دې سخته سزا ورکړې شی لېکن دَ سزا ورکؤلو نه هغه شے مانع دے، چې الله پاک دَ مخکښې نه لیکلے اؤ فیصله کړے وهٔ۔ اؤ هغه ډېرې خبرې کېدے شی۔
(۱) مجتهد ته پهٔ اجتهادی غلطیٔ سزا نهٔ شی ورکېدے۔
(۲) تر څو پورې چې الله پاک دَ یو کار کؤلو یا نهٔ کؤلو څرګند حکم نهٔ وی کړے تر هغې پورې هغه کار کؤنکی ته سزا نهٔ ورکوی۔
(۳) دَ بدر دَ جنګ مجاهدانو ته الله پاک ټولې غلطیٔ معاف کړی دی۔
(۴) پهٔ دغه وخت چې پهٔ غلطیٔ سره دَ وخت نه مخکښې کومه خبره خوښه کړې شوه یعنی فدیه اخستل ، دغه خبره دَ الله پاک پهٔ علم کښې فیصله شوے وه چې مخکښې به دَ دې اجازت ورکؤلے شی۔
فَاِمَّا مَنًّا بَّعْدُ وَ اِمَّا فِدَآءً۔
(۵) دا هم فیصله شوے وه چې تر څو پورې رسول اکرمﷺ پهٔ دوی کښې موجود وی اؤ خلق پهٔ صدق سره دَ زړهٔ نه استغفار کوی عذاب به پرې نهٔ راځی۔
(۶) پهٔ دې قیدیانو کښې دَ ډېرو پهٔ قسمت کښې مسلمانېدل لیکلی وو۔ غرض دا چې دا قسم موانع کهٔ نهٔ وې نو پهٔ دې وخت دا غلطی دومره سخته وه چې دَ عذاب قابله وه۔ پهٔ یو روایت کښې راځی چې دَ دې قولی تنبیه نه پس هغه عذاب چې پهٔ داسې قسم غلطیٔ دَ راتلو وهٔ ، حضور اکرمﷺ ته دَ ډېر نژدے نه وښیٔلے شو چې دا قولی تنبیه نور هم اثرناک شی۔ دَ دې پهٔ لیدو حضور اکرمﷺ پهٔ ژړا شو۔ حضرت عمرؓ ترېنه دَ ژړا سبب وتپوسلو نو حضور اکرمﷺ وفرمائیل چې ما ته هغه عذاب وښیٔلے شو کوم چې راتلل ممکن وو کهٔ دا موانع نهٔ وې۔
یاد لریٔ حضور اکرمﷺ ته دا عذاب ښکاره کؤل داسې وو لکه دَ صلوٰةِ کسوف (دَ نمر تندر دَ نمانځهٔ) پهٔ وخت چې حضور اکرمﷺ ته جنّت اؤ دوزخ دَ قبلې پهٔ دیوال کښې مخامخ کړی شوی وو۔ یعنی صرف دَ هغه عذاب منظر ورته ښیٔلے شوے وهٔ اؤ بس۔
فَكُلُوْا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلٰلًا طَیِّبًا١ۖ٘ وَّ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۶۹
نو خوریٔ څهٔ چې تاسو ته پهٔ غنیمت کښې پهٔ لاس درغلی پاک ستره۔ اؤ ویره کویٔ دَ الله نه ، بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۷۷
ف۷۷: دَ تېر اعتاب نه مسلمانان داسې ویرېدل چې دغه مالِ غنیمت ته ېٔ چې دَ قیدیانو فدیه هم ورسره شریکه وه ګوتې نهٔ ور وړې۔ پهٔ دې آیت کښې تسلّی ورکړې شوه چې دا خو دَ الله پاک بخشش دے۔ خوریٔ څښیٔ ېٔ تاسو ته حلال اؤ پاک دے۔ البته دا خیال ېٔ ساتیٔ چې دَ جهاد پهٔ سلسله کښې مالِ غنیمت ته دومره اهمیت مهٔ ورکویٔ چې دَ جهاد اصل مقصد اؤ نور مصلحتونه ورباندې کمزوری شی۔ بېشکه دَ هغه وخت دَ حالت پهٔ لحاظ تاسو نه یو غلط کار شوے دے۔ لېکن پهٔ دې مال کښې اوس څهٔ خرابے نشته۔ کهٔ دَ الله نه ویره کویٔ نو هغه به درته غلطیٔ دغسې معاف کوی۔
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّمَنْ فِیْۤ اَیْدِیْكُمْ مِّنَ الْاَسْرٰۤی١ۙ اِنْ یَّعْلَمِ اللّٰهُ فِیْ قُلُوْبِكُمْ خَیْرًا یُّؤْتِكُمْ خَیْرًا مِّمَّاۤ اُخِذَ مِنْكُمْ وَ یَغْفِرْ لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۷۰
اے نبیﷺ ووایه دې قیدیانو ته چې ستا پهٔ قبضه کښې دی کهٔ الله ته معلومه شی ستاسو پهٔ زړونو کښې څهٔ نیکی نو دربه کړی تاسو ته ښهٔ دَ هغې نه کوم چې ستاسو نه اخستی شوی اؤ تاسو به معاف کړی، اؤ الله دے بخښونکے مهربانه۔
وَ اِنْ یُّرِیْدُوْا خِیَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللّٰهَ مِنْ قَبْلُ فَاَمْكَنَ مِنْهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۷۱
اؤ کهٔ دوی نیت وکړی تا سره دَ ټګۍ کؤلو نو دوی ټګی کړے ده دَ الله سره دَ دې نه مخکښې۔ نو هغهٔ دوی راګېر کړل ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ حکمتونو خاوند۔ ف۷۸
ف۷۸: ځنو قیدیانو پهٔ دغه وخت کښې دَ اسلام اظهار کړے وهٔ لکه حضرت عباسؓ (وئیلی وو چې زهٔ مسلمانېږم) نو هغوی ته ووئیلی شو چې الله پاک ګوری کهٔ ستاسو پهٔ زړونو کښې واقعی اسلام وی (اؤ دَ ځان خلاصؤلو دپاره نه بلکې دَ زړهٔ نه مو ایمان راؤرے وی) نو دا اوس چې تاسو نه څومره مال پهٔ فدیه کښې اخستے شی الله پاک به دَ دې نه زیات نور درکړی اؤ زاړهٔ ګناهونه به درته معاف کړی۔ اؤ کهٔ دَ زړهٔ نه مو ایمان نهٔ وی راؤړے دَ دهوکې خیال مو وی دَ الله نه ځان بچ کؤلو دپاره نو دَ دې نه مخکښې چې چا دَ الله سره دهوکه کړے ده (یعنی دا چې دَ الست وعده ېٔ هېره کړے اؤ کافران شوی دی یا دَ بنی هاشمو ځنی کسان چې دَ ابو طالب پهٔ زمانه کښې ېٔ دَ حضور اکرمﷺ امداد کؤلو اؤ اوس دَ کافرو سره ملګری وو) دَ هغو انجام تاسو ولیدو چې نن څنګه دَ مسلمانانو دَ لاسه خراب تراب ، قتل اؤ قید شو۔ بیا دپاره به هم دَ ټګۍ دغسې سزا ورکؤلے شی۔ دَ الله پاک نه خپل نیتونه اؤ کارونه پټؤلے نهٔ شیٔ۔ هغه دَ زړونو پهٔ حال خبر دے۔ اؤ نهٔ دَ هغهٔ دَ مضبوط نظام نه بچ کېدے شیٔ۔ شاه صاحب لیکلی دی چې دَ الله وعده پوره شوه۔ پهٔ دې قیدیانو کښې چې کوم مسلمانان شو هغوی ته الله پاک ډېر مال دولت ورکړو اؤ چې څوک نهٔ شو هغوی تباه شو۔ اؤ خراب تراب شو۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ هَاجَرُوْا وَ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ الَّذِیْنَ اٰوَوْا وَّ نَصَرُوْۤا اُولٰٓىِٕكَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ١ؕ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ لَمْ یُهَاجِرُوْا مَا لَكُمْ مِّنْ وَّلَایَتِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا١ۚ وَ اِنِ اسْتَنْصَرُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ فَعَلَیْكُمُ النَّصْرُ اِلَّا عَلٰی قَوْمٍۭ بَیْنَكُمْ وَ بَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۷۲
کومو کسانو چې ایمان راؤے اؤ کورونه ېٔ پریٔښی اؤ جهاد ېٔ کړے پهٔ مالونو اؤ سرونو خپلو پهٔ لاره دَ الله کښې۔ اؤ کومو کسانو چې دوی ته ځائې ورکړو اؤ امداد ېٔ کړے دغه ټول خلق دَ یو بل ملګری دی۔ اؤ چا چې ایمان راؤړے اؤ هجرت ېٔ نهٔ دے کړے، ستاسو دَ هغوی سره دَ ملګرتیا څهٔ کار نشته۔ تر څو چې هجرت ونهٔ کړی۔ اؤ کهٔ هغوی تاسو نه امداد وغواړی دَ دین پهٔ کار کښې نو پهٔ تاسو دَ هغوی امداد ضروری دے۔ مګر دَ هغه چا پهٔ مقابله کښې چې ستاسو اؤ دَ هغوی ترمینځه معاهده وی ، اؤ الله ستاسو ټول کارونه وینی۔ ف۷۹
ف۷۹: پهٔ قیدیانو کښې ځنی داسې وو چې پهٔ زړهٔ کښې مسلمانان وو خو دَ حضورﷺ سره ېٔ هجرت نهٔ وهٔ کړے، دَ څهٔ مجبورو پهٔ وجه مکّه معظّمه کښې پاتی شوی وو اؤ بیا مجبورًا دَ قریشو دَ لښکر سره بدر ته راغلی وو۔ پهٔ دې آیت کښې دا واضحه شوے ده چې دَ داسې مسلمانانو حکم څهٔ دے۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی۔ دَ حضورﷺ اصحابؓ دوه قسمه وو۔ مهاجرین چا چې کور کلې پریٔښې وهٔ اؤ انصار چا چې دوی ته ځائې ورکړے وهٔ اؤ امداد ېٔ کړے وهٔ۔ دې دواړو کښې حضور اکرمﷺ دَ هجرت پهٔ اولو ورځو کښې دَ ورورولیٔ (مواخاة) یوه معاهده کړے وه۔ یو یو مهاجر ېٔ دَ یو یو انصاری ورور کړے وهٔ۔ نو دَ آیت خلاصه دا ده چې کوم اصحابؓ چې دَ حضور اکرمﷺ سره دی مهاجرین اؤ انصار ، دَ هغوی صلح اؤ جنګ یو دی ، دَ یو ملګرے دَ بل ملګرے دے اؤ دَ یو مخالف دَ بل مخالف دے۔ بلکې دَ هجرت پهٔ وړومبیو ورځو کښې خو دَ دې (موخاة) دَ ورورولیٔ پهٔ حساب دَ یو بل میراث کښې هم شریک وو لکه دَ نسب دَ ورورولیٔ۔ اؤ کوم مسلمانان چې پهٔ خپل ملک کښې پاتې دی کوم ځائې چې دَ کافرو طاقت دے یعنی دارالحرب کښې وسی دَ هغوی پهٔ صلح اؤ جنګ کښې دَ دارالاسلام مسلمانان شریک نهٔ دی۔ کهٔ دَ دارِحرب مسلمانانو دَ کفارو دَ یوې ډلې سره دَ صلحې معاهده کړی وی نو دَ دارِاسلام آزاد مسلمانان دَ دې معاهدې پابند نهٔ دی، دَ ضرورت پهٔ وخت هغوی سره جنګ کؤلے شی۔ البته دا ده چې دَ دارِحرب مسلمانان کهٔ پهٔ څهٔ دینی معامله کښې دَ آزادو مسلمانانو نه څهٔ امداد وغواړی نو پهٔ هغوی باندې دَ خپل طاقت موافق امداد ورکؤل ضروری دی۔ لېکن دَ کومو کافرو سره چې دَ دارِ اسلام مسلمانانو معاهده کړی وی نو دَ هغې معاهدې تر نېټې دَ هغې کفارو خلاف دَ دارِحرب دَ مسلمانانو سره امداد نهٔ شی کؤلے۔ اؤ دغه شان دَ وراثت کومه طریقه چې دَ مهاجرینو اؤ انصارو ترمینځه دَ (عهد مواخاة) پهٔ وجه جاری شوے وه پهٔ هغې کښې هم دَ دارِحرب مسلمانان شریک نهٔ وو۔
وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ١ؕ اِلَّا تَفْعَلُوْهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِی الْاَرْضِ وَ فَسَادٌ كَبِیْرٌؕ۝۷۳
اؤ کوم خلق چې کافر دی هغوی ټول دَ یو بل ملګری دی۔ اؤ کهٔ تاسو داسې ونهٔ کړیٔ نو فتنه به پهٔ ملک کښې خوره شی اؤ غټ فساد به جوړ شی۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی دَ کافرو اؤ مسلمانانو ترمینځه نهٔ ملګرتیا شته اؤ نهٔ دَ یو بل وارث کېدے شی۔ البته یو کافر دَ بل کافر ملګرے اؤ وارث جوړېدے شی۔ بلکې کافران ټول دَ هر مذهب چې دی دَ مسلمان پهٔ مقابله کښې پهٔ خپلو کښې یو دی۔ چرته چې وی کمزوری مسلمان ته به تکلیف ورکوی۔ اوس دَ دوی پهٔ مقابله کښې کهٔ مسلمانان دَ یو بل ملګری اؤ مددګار نهٔ شی۔ یا کمزوری مسلمانان کهٔ دَ آزادو مسلمانانو سره ځان یو ځائې نهٔ کړی (یعنی دَ دارِحرب نه دارِاسلام ته هجرت ونهٔ کړی) نو سخت مصیبت به جوړ شی۔ دَ دغې مسلمانانو ایمان به هر وخت پهٔ خطره کښې وی۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ هَاجَرُوْا وَ جٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ الَّذِیْنَ اٰوَوْا وَّ نَصَرُوْۤا اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ حَقًّا١ؕ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ رِزْقٌ كَرِیْمٌ۝۷۴
اؤ کومو کسانو چې ایمان راؤړوے اؤ هجرت ېٔ وکړو اؤ جهاد دَ الله پهٔ لار کښې۔ اؤ کومو کسانو چې هغوی ته ځائې ورکړو اؤ امداد ېٔ وکړو ، هم دغه کسان رښتونی مؤمنان دی۔ دَ دوی دپاره بخشش دے اؤ دَ عزت روزی ده۔ ف۸۱
ف۸۱: یعنی پهٔ دنیا کښې هم اؤ پهٔ آخرت کښې هم دَ خپل سردار سره یو ځائې مسلمانان پهٔ بهتر حالت کښې دی پهٔ کور کښې دَ پاتی شویو کسانو پهٔ نسبت۔ آخرت کښې هم دَ هغوی دپاره ډېره مهربانی اؤ نعمتونه دی اؤ پهٔ دنیا کښې دَ عزت روزی اؤ دَ مالِ غنیمت فائدې اؤ نور ډېر سهولتونه دی۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْۢ بَعْدُ وَ هَاجَرُوْا وَ جٰهَدُوْا مَعَكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ مِنْكُمْ١ؕ وَ اُولُوا الْاَرْحَامِ بَعْضُهُمْ اَوْلٰی بِبَعْضٍ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۠ ۝
اؤ چا چې ایمان راؤړو دَ دې نه پس اؤ هجرت ېٔ وکړو اؤ جهاد کښې شریک شو تاسو سره نو دغه کسان هم تاسو سره شمېر دی ، اؤ خپلوان خپلو کښې زیات حقدار دی دَ یو بل دَ الله پهٔ حکم کښې۔ ف۸۲ بېشکه الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ پوهه دے۔ ف۸۳
ف۸۲: یعنی مهاجرینو سره چې وروستو کوم خلق شریکیږی یعنی نور نور مسلمانان کوم چې اوس هجرت کوی دا هم دَ احکامو پهٔ اعتبار دَ مخکښینیو مهاجرینو سره شمار دی۔ دَ وړاندې یا وروستو هجرت کؤلو اثر دَ صلحې اؤ جنګ یا میراث پهٔ احکامو نهٔ پرېوځی۔ البته کهٔ پهٔ زړو مهاجرینو کښې دَ چا یو خپلوان وروستو هجرت کړے وی یا وروستو مسلمان شوی وی نو دغه وروستے رشته دار دَ زوړ مهاجر پهٔ میراث کښې زیات حقدار دے دَ هغهٔ دَ مواخات دَ قدیمو ملګریو نه۔
ف۸۳: پهٔ دې الله پاک ښهٔ پوهیږی چې څوک څومره حقدار دے۔ دَ الله پاک ټول احکام پهٔ حکمت مبنی دی اؤ دَ هغهٔ علم کامل دے۔
سُوْرُۃُ التَّوْبۃِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ ہِیَ مِائَۃٌ وَّ تِسْعٌ وَّعِشْرُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتَّۃَ عَشَرَ رُکُوْعًا۔
سورتِ توبه پهٔ مدینه کښې نازل شوے دے پهٔ دې کښې نهه دپاسه شپږ شلے(۱۲۹) آیتونه اؤ شپاړلس رکوع دی۔
بَرَآءَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖۤ اِلَی الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَؕ۝۱
صفا جواب دے ف۱ دَ الله دَ طرفه اؤ دَ هغهٔ دَ رسول دَ طرفه هغه مشرکانو ته چې تا سره ېٔ معاهده شوے وه۔
ف۱: سورتِ انفال دَ هجرت پهٔ اولو ورځو کښې نازل شوے دے۔ اؤ دا سورتِ توبه پهٔ آخرو ورځو کښې نازل شوے دے۔ دَ حضور اکرمﷺ دا طریقه وه چې کوم آیت به نازل شو نو هغوی به اصحابو ته وفرمائیل چې دا آیت پهٔ فلانی سورت کښې پهٔ فلانی آیت پسې دے۔ دَ دې آیتونو متعلق کوم ته چې سورتِ توبه یا برأت وئیلی شی حضور اکرمﷺ څهٔ څرګند حکم نهٔ دے کړے چې دا دې کوم ځائې ولیکلے شی۔ دَ دې نه معلومیږی چې دا مستقل سورت دے۔ دَ بل سورت آیتونه نهٔ دی۔ لېکن عامه طریقه دا وه چې نوې سورت به نازلېدو نو دَ هغې نه مخکښې به دَ دواړو سورتونو ترمینځه فرق دپاره بِسْمِ اللہ راتله۔ دَ دې سورت پهٔ اول کښې بِسْمِ اللہ نهٔ ده راغلے۔ دَ دې نه معلومیږی چې دا مستقل سورت نهٔ دے۔ ځکه پهٔ مصحف عثمانی کښې دَ دې پهٔ شروع کښې بِسْمِ اللہ نهٔ ده لیکلے شوے لېکن پهٔ لیکلو کښې ېٔ دَ سورتِ انفال نه فرق ساتلے شوے دے۔ جدائی ېٔ ورکړے ده۔ چې نهٔ دَ مستقل سورت پهٔ شان شی اؤ نهٔ دَ هغې سره شریک شی۔ باقی دا پهٔ سورتِ انفال پسې ځکه لیکلے شوے دے چې هغه یقینی وړومبے دے۔ اؤ مضامین دَ دواړو سره داسې یو شان دی اؤ داسې تړلی دی چې ګویا کهٔ سورتِ توبه دَ سورتِ انفال تتمه اؤ تکمله ده۔ سورتِ انفال کښې ټول دَ غزوهٔ بدر واقعات دی۔ یومِ بدر ته یومِ فرقان وئیلے شی۔ ځکه چې پهٔ دې ورځ دَ حق و باطل ، اسلام اؤ کفر پوزیشن بالکل واضح شوے دے۔ دَ بدر جنګ پهٔ اصل کښې دَ اسلام دَ عالمګیرې اؤ طاقتورې ورورولیٔ اؤ دَ اسلامی حکومت دَ تعمیر دَ سنګِ بنیاد تمهید وهٔ۔ دَ وَالَّذِیْنَ کَفَرُوْا بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ پهٔ مقابله کښې چې دَ کومې خالصې اسلامی ورورولیٔ جوړؤلو ته چې دَ سورتِ انفال پهٔ آخر کښې اِلَّا تَفْعَلُوْہُ تَکُنْ فِتْنَةٌ وَ فَسَادٌ کَبِیْرٌ سره کومه توجه ورکړې شوے ده دَ هغې دا څرګنده تقاضا ده چې دَ دې عالمګیرې ورورولیٔ دپاره دې یو مضبوط مرکز قائم شی۔ ظاهره ده چې دا مرکز دَ جزیرة العرب نه سوا بل ځائې نهٔ شو جوړېدے ، دَ کومې صدر مقام چې مکّه معظّمه دے۔ دَ انفال پهٔ آخر کښې دا هم وئیلی شوی دی چې کوم مسلمانان چې دَ مکّې معظّمې نه اسلامی مرکز مدینې منوّرې ته هجرت نهٔ کوی اؤ دَ کافرو سره وسی دَ دارالاسلام پهٔ مسلمانانو دَ هغوی دَ ملګرتیا څهٔ ذمه واری نشته۔ مَا لَکُمْ مِنْ وَّ لَایَتِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا۔ البته حسب توفیق دَ هغوی سره امداد پکار دے۔ دَ دې خلاصه دا شوه چې دَ اسلامی مرکز مضبوطؤلو دپاره اؤ دَ مسلمانانو ورورولیٔ پوره کؤلو دپاره پهٔ دوؤ خبرو کښې یوه ضروری شوه۔ یا خو دا چې ټول مسلمانان هر ځائې کښې چې دی مدینې منوّرې ته راجمع شی دَ خپل ملک نه هجرت وکړی۔ یا دا چې آزاد مسلمانان دَ مجاهدانه قربانو پهٔ برکت دَ کفر طاقت ختم کړی اؤ دَ عربو ټوله زمکه (جزیرة العرب) دَ کفر نه داسې صفا کړی چې مسلمانانو ته دَ هجرت ضرورت پاتې نهٔ شی۔ دَ عربو ټول ملک دارالاسلام شی۔ هم دغه دویمه خبره داسې وه چې دَ فتنې اؤ فساد جرړه پرې ختمېده اؤ اسلامی مرکز دَ کفارو دَ شرارتونو نه پاکېدو۔ اؤ مسلمانان دَ کافرو دَ روزانه بې لوظو اؤ زور ظلم نه خلاص شی۔ دَ دغې مقصد حاصلؤلو دپاره وړومبے قدم پهٔ سن ۲ هجری کښې دَ بدر میدان ته پورته کړے وهٔ۔ آخر پهٔ سن ۸ هجری کښې دَ مکّې معظّمې فتح هم دَ دې قدم نتیجه وه۔ کومې فتنې چې دَ اسلام دَ خورېدو پهٔ لار کښې خنډ وې هغه ټولې دَ مکّې معظّمې فتح کېدو سره ختمې شوې۔ لېکن ضروری وه چې دَ وَقَاتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَکُوْنَ فِتْنَةٌ۔ (سورتِ انفال ، رکوع ۵)
امر پوره کؤلو دپاره اؤ دَ اسلامی ورورولیٔ دَ مرکز اؤ حکومتِ الٰهیه مضبوطؤلو دپاره جزیرة العرب دَ فتنې دَ جراثیمو (کفر) نه بالکل پاک اؤ صاف کړې شی چې ټولې دنیا ته دَ اسلامی دینداریٔ اؤ اسلامی تهذیب بلنې ورکؤلو دپاره دَ ټول جزیرة العرب یو آواز شی اؤ څهٔ اندرونی کمزوریٔ پکښې پاتې نهٔ شی چې دې پاک کار کښې څهٔ بندیز رانهٔ شی۔ نو دَ عالمګیر اسلامی دعوت دَ بلند مقام دپاره دا ضروری وه چې دَ دې دعوت مرکز پهٔ خالص اسلامی رنګ کښې رنګین وی چې دَ هغې مرکز نه چې کوم آواز پورته کیږی ، هغه دَ ټولې دنیا غوږونو ته ورسی اؤ جزیرة العرب دَ ټولې دنیا دَ اصلاح دپاره دَ ایمان اؤ کفر دَ کشمکش نه بالکل صفا شی۔ دا دَ سورت براة دَ مضامینو خلاصه ده۔ چنانچې پهٔ لږه موده کښې دَ الله تعالیٰ پهٔ قدرت اؤ لوئی فضل دَ الله دَ رحمت اؤ صداقت مرکز دَ هر قسم شیطانی وسوسیو اؤ کفر اؤ شرک دَ فتنو نه پاک و صاف شو۔ اؤ ټول جزیرة العرب پهٔ دنیا کښې دَ اسلام دَ رڼا خورؤلو دپاره یو موټے اؤ یو آواز شو۔ غرض دا دے چې سورتِ انفال کښې چې دَ کوم مضمون ابتداء وه پهٔ سورتِ توبه کښې دَ هغې انتها وه۔ ځکه سورتِ توبه دَ سورتِ انفال سره دَ تکملې پهٔ طور لګېدلے دے۔ دَ دې نه علاوه نور مناسبتونه هم عالمانو پهٔ تفسیرونو کښې بیان کړی دی۔
فَسِیْحُوْا فِی الْاَرْضِ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّ اعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ١ۙ وَ اَنَّ اللّٰهَ مُخْزِی الْكٰفِرِیْنَ۝۲
نو ګرځیٔ پهٔ ملک کښې څلور میاشتې اؤ پهٔ دې پوهه شیٔ چې تاسو الله پاک ستړے کؤلے نهٔ شیٔ اؤ پهٔ دې خبره چې الله رسوا کؤنکے دے دَ کافرانو ف۲
ف۲: پهٔ سن ۶ هجری کښې چې دَ حدیبیه پهٔ مقام دَ نبی کریمﷺ اؤ دَ قریشو کومه دَ صلحې معاهده شوے وه نو دَ بنی خزاعه قبیله دَ مسلمانانو اؤ دَ بنی بکر قبیله دَ قریشو ملګری شوی وو۔ (نو پکار دا وه چې بنی خزاعه اؤ بنی بکر هم دَ دې معاهدې تر نېټې پهٔ یو بل بلوڅه نهٔ کؤلے) خو بنی بکر دَ معاهدې خیال ونهٔ کړو، پهٔ بنی خزاعه ېٔ حمله وکړه۔ قریشو هم ورسره پهٔ دې حمله کښې امداد وکړو نو دغسې قریشو اؤ دَ هغو ډلې دواړو دَ معاهدې خلاف وکړو۔ دَ دې پهٔ ځواب کښې حضور اکرمﷺ پهٔ سن ۸ هجری کښې پهٔ مکّه معظّمه ناڅاپی حمله وکړه اؤ هغه ېٔ ډېره پهٔ اسانه فتح کړه۔ دَ دې قبائلو نه علاوه ځنو نورو قبائلو سره هم دَ مسلمانانو څهٔ میعادی اؤ څهٔ غیر میعادی دَ صلحې معاهدې وې چې پهٔ هغو کښې ځنی خو پهٔ خپله وعده ټینګ وو اؤ ځنو بې لوظی وکړه۔ دَ دې نه علاوه ډېر قبائل داسې وو چې دَ مسلمانانو ورسره هېڅ قسم معاهده نهٔ وه۔ دَ دې سورت مختلف آیتونه دَ مختلفو قبائلو پهٔ حق کښې نازل شوی دی۔ دَ سورت پهٔ شروع کښې غالبًا دَ هغې مشرکانو ذکر دے دَ چا سره چې معاهده وه خو څهٔ خاصه نېټه پکښې نهٔ وه یٔښې شوے۔ هغو ته خبر ورکړې شو چې تاسو ته څلور میاشتې مهلت دے۔ پهٔ دې څلورو میاشتو کښې تاسو یا اسلام قبول کړیٔ اؤ اسلامی ورورولیٔ کښې زمونږ سره شریک شیٔ۔ یا وطن پرېږدیٔ اؤ یا جنګ ته ځان تیار کړیٔ۔ خو پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې دَ الله پاک اراده نهٔ شیٔ ماتؤلے۔ کهٔ اسلام نهٔ راؤړیٔ نو پهٔ دنیا اؤ اخرت دواړو کښې به خوار اؤ ذلیل شیٔ۔ تاسو پهٔ خپلو حیلو اؤ تدبیرونو الله پاک عاجزه کؤلے نهٔ شیٔ۔ باقی دَ کومو قبائلو سره چې څهٔ لوظ نامه نهٔ وه نو کېدے شی چې هغو ته هم دا څلور میاشتې مهلت ورکړې شوے وی۔ دَ دې نه پس دَ آیتونو ”و اذ ان من الله“ (الآیة) اعلان پهٔ سن ۹ هجری کښې دَ حج پهٔ موقع حضرت علی رضی الله عنه دَ حضور اکرمﷺ دَ طرف نه ټولو عربو قبائلو ته ورکړو۔
وَ اَذَانٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖۤ اِلَی النَّاسِ یَوْمَ الْحَجِّ الْاَكْبَرِ اَنَّ اللّٰهَ بَرِیْٓءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ١ۙ۬ وَ رَسُوْلُهٗ١ؕ فَاِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ١ۚ وَ اِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ١ؕ وَ بَشِّرِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍۙ۝۳
اؤ دا اعلان دے دَ الله اؤ دَ رسول ټولو خلقو ته د لوئی حج پهٔ ورځ ف۳ چې الله وېزار دے دَ مشرکانو نه۔ اؤ رسول هم۔ نو کهٔ تاسو توبه وباسیٔ نو تاسو دپاره ښهٔ دے اؤ کهٔ نهٔ منیٔ نو پوهه شیٔ چې تاسو الله ستړے کؤلے نهٔ شیٔ اؤ زېرے ورکړه کافرانو ته دَ دردناک عذاب۔ ف۴
ف۳: حج الاکبر: دَ حج ورځې ته حج اکبر ځکه وئیلے شوے دے چې عمرې ته حج اصغر وئیلے شی۔ دَ یوم الحج الاکبر نه دَ لوئی اختر دَ میاشتې لسم تاریخ دَ اختر ورځ یا نهم تاریخ دَ عرفې ورځ مراد ده۔
ف۴: دا اعلان دَ هغه قبائلو دپاره دے چا چې معاهده کړے وه اؤ بیا ېٔ بې لوظی کړے وه۔ لکه دَ بنی بکر قبیله یا قریش۔ یعنی چې تاسو بې لوظی وکړه نو پهٔ مونږ باندې هم اوس دَ معاهدې پابندی نشته۔ بس معاهده ختم ده۔
کهٔ دا ټول خلق دَ کفر اؤ شرک نه توبه وباسی نو دنیا اؤ اخرت دواړه به ېٔ ښهٔ شی۔ ګنی الله پاک چې څهٔ اراده کړے ده (جزیرة العرب دَ کفر نه پاکؤل) هغه به ضرور پوره کیږی۔ اؤ کافرانو ته به دَ خپلې بې لوظیٔ سزا ضرور ورکؤلے شی۔ دې قبائلو بې لوظی دَ فتحې مکّې نه مخکښې کړے وه۔ بلکې دَ دې بې لوظیٔ پهٔ وجه پهٔ مکّه معظّمه حمله شوے وه۔ بیا هم پهٔ سن ۹ هجری کښې ټولو قبائلو ته دا عام اعلان وشو چې ټول خلق ښهٔ خبر شی ( اؤ بیا پهٔ مسلمانانو چرته دَ بې لوظیٔ الزام رانهٔ شی)۔
اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ثُمَّ لَمْ یَنْقُصُوْكُمْ شَیْـًٔا وَّ لَمْ یُظَاهِرُوْا عَلَیْكُمْ اَحَدًا فَاَتِمُّوْۤا اِلَیْهِمْ عَهْدَهُمْ اِلٰی مُدَّتِهِمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ۝۴
لېکن کومو مشرکانو سره چې تا معاهده کړے وه۔ بیا هغوی ستاسو هېڅ قصور نهٔ دے کړے ، اؤ نهٔ ېٔ ستاسو پهٔ مقابله کښې دَ چا امداد کړے دے۔ نو دَ هغوی سره خپله وعده پوره کړیٔ تر خپلې نېټې۔ بېشکه دَ الله خوښ وی احتیاط کؤنکی۔ ف۵
ف۵: دا استثنا دَ هغې قبیلو دپاره ده دَ چا سره چې میعادی لوظ نامه وه اؤ هغوی څهٔ بې لوظی نهٔ وه کړے۔ (نهٔ ېٔ پهٔ خپله دَ لوظ نامې خلاف څهٔ کار کړے وهٔ اؤ نهٔ ېٔ نورو کافرو ته امداد ورکړے وهٔ) لکه دَ بنی ضمره اؤ بنی مدلج قبیلې۔ هغوی ته اعلان وشو چې دې مقررې نېټې پورې به مسلمانان دَ لوظ نامې خیال ساتی خو بیا به ېٔ نهٔ تازه کوی۔ دَ میعاد پوره کېدو نه پس دې قبیلو ته هم دغه حکم دے کوم چې نورو ته وهٔ۔
فَاِذَا انْسَلَخَ الْاَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِیْنَ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ وَ خُذُوْهُمْ وَ احْصُرُوْهُمْ وَ اقْعُدُوْا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ١ۚ فَاِنْ تَابُوْا وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَخَلُّوْا سَبِیْلَهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۵
بیا چې کله تېرې شی دَ امن میاشتې۔ نو قتل کویٔ مشرکان چرته چې ېٔ مومیٔ۔ اؤ نیسیٔ ېٔ اؤ ګېرویٔ ېٔ اؤ کښېنیٔ ورته پهٔ هر یو ځائې (مورچه) کښې بیا کهٔ هغوی توبه وباسی اؤ قائم ساتی نمونځونه اؤ ورکوی زکوٰة نو لار ورته ازاده کړیٔ۔ بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۶
ف۶: دَ استثنا دَ حکم بیانؤلو نه پس بیا دَ مستثنٰی منه بیان دے۔ یعنی دَ دې بې لوظه قبیلو سره چې معاهده ختمه شوه نو نن هم ورسره جنګ شروع کېدے شی خو دَ بزرګو میاشتو احترام دا غواړی چې فی الحال پرې حمله ونهٔ شی۔ یا خو دا ځکه چې تر دې وخته پهٔ بزرګو میاشتو کښې دَ حملې کؤلو اجازت نهٔ وهٔ شوے۔ یا دَ دې مصلحت پهٔ وجه پهٔ عربو کښې دې ورځو کښې جنګ جدل ښهٔ نهٔ شو ګڼلے۔ نو دومره څهٔ تلوار ده چې هسې دَ دې معمولی خبرې دپاره پهٔ عامو خلقو کښې تشویش پیدا کړې شی۔ بهرحال دَ محرم دَ میاشتې تر ختمېدو دوی ته مهلت ورکړې شو چې پهٔ دې کښې ځان تیار کړی۔ دَ دې نه پس به بیا جزیرة العرب دَ صفا کؤلو کار شروع کیږی اؤ پهٔ جنګ کښې چې دَ کومو خبرو حاجت وی (وژل ، قید کؤل ، پهٔ څؤ کښې کښېناستل ، لارې بندؤل) دا ټول به کیږی۔ البته کهٔ څوک پهٔ ظاهره دَ کفر نه توبه وباسی اؤ اسلامی ورورولیٔ کښې شریک شی (دَ هغې علامې دا دی چې نمونځ کوی ، زکوٰة ورکوی) نو بیا مسلمانانو ته دَ هغوی سره څهٔ چېړچاړ نهٔ دے پکار۔ دَ زړونو دَ حال نه ېٔ الله خبر دے۔ مسلمانانو ته پهٔ ظاهر باندې عمل پکار دے۔ دَ دې آیت نه معلومه شوه کهٔ یو مسلمان کلمه وائی ځان مسلمان ګڼی۔ خو نهٔ نمونځ کوی اؤ نهٔ زکوٰة ورکوی نو مسلمانان پهٔ هغهٔ سختی کؤلے شی۔ دَ امام احمدؒ ،امام شافعیؒ اؤ امام مالکؒ دا مذهب دے چې دَ اسلامی حکومت دا فرض دے چې کهٔ تارکِ صلوٰة توبه نهٔ وباسی نو هغه دې قتل کړی۔ دَ امام احمدؒ پهٔ خیال دَ مرتد کېدو پهٔ وجه اؤ دَ امام شافعیؒ اؤ امام مالکؒ پهٔ خیال دَ سزا اؤ حد جاری کؤلو پهٔ طریقه ۔ امام اعظمؒ فرمائی چې قتل ېٔ جائز نهٔ دے۔ ښهٔ ووهلے اؤ وټکولے شی اؤ قید کښې دې واچؤلے شی تر هغې چې توبه وباسی یا پهٔ قید کښې مړ شی (یعنی عمر قید) بهرحال دغسې پرېښؤل ېٔ پهٔ یو مذهب کښې هم نشته۔ اؤ دَ زکوٰة نهٔ ورکؤنکی دپاره دا حکم دے چې مسلمان حاکم به دَ هغهٔ دَ مال نه پهٔ زور زکوٰة اخلی۔ اؤ کهٔ ګڼ زکوٰة نهٔ ورکؤنکی راغونډ شی مقابلې ته ځان جوړ کړی نو جنګ ورسره پکار دے۔ حضرت ابوبکر صدیقؓ دَ دغسې مسلمانانو سره جهاد کړے وهٔ۔
وَ اِنْ اَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ اسْتَجَارَكَ فَاَجِرْهُ حَتّٰی یَسْمَعَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ اَبْلِغْهُ مَاْمَنَهٗ١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْلَمُوْنَ۠۝۶
اؤ کهٔ پهٔ مشرکانو کښې یو کس ستا نه پناه وغواړی نو پناه ورکړه تر دې چې دَ الله کلام واوری ، بیا ېٔ دَ خپل دَ امن ځائې ته ورسوه ۔ دا ځکه چې دا خلق علم نهٔ لری۔ ف۸
ف۸: مخکښې وئیلی شوی وو چې چا دَ کفر نه توبه کړه اؤ اسلام ېٔ قبول کړو هغه پهٔ امن دے۔ کېدے شی چې چا ته دَ اسلام اصول نهٔ وی معلوم اؤ دَ ځان خبرؤلو دپاره دَ مسلمانانو سره راشی۔ اوس دَ هغهٔ حکم ښیٔلی شی چې هغهٔ ته ښهٔ پهٔ حفاظت اؤ ارام سره دَ الله اؤ رسول احکام واؤرویٔ اؤ ښهٔ ېٔ پوهه کړیٔ۔ کهٔ بیا هم دَ هغهٔ تسلّی ونهٔ شوه اؤ اسلام ېٔ قبول نهٔ کړو نو تر هغې ورته څهٔ غږ مهٔ کویٔ چې خپل ځائې ته ورسی اؤ محفوظ شی۔ دَ دې نه پس هغه دَ نورو کافرو سره سم وی۔ دا دَ امن حکم دَ دې دپاره دے چې دا خلق ناپوهه اؤ بې علمه دی ، دَ اسلام دَ اصولو نه خبر نهٔ دی چې ښهٔ پهٔ تسلیٔ اؤ اطمینان سره دَ الله کلام واؤری اؤ حق ورته څرګند شی۔ سره دَ دې کهٔ هم ایمان نهٔ راؤړی نو بیا ورباندې څهٔ جبر نشته۔ ازاد دے چې پهٔ خپله خوښه څهٔ کوی۔
كَیْفَ یَكُوْنُ لِلْمُشْرِكِیْنَ عَهْدٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَ عِنْدَ رَسُوْلِهٖۤ اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ١ۚ فَمَا اسْتَقَامُوْا لَكُمْ فَاسْتَقِیْمُوْا لَهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ۝۷
څنګه کېدے شی دَ مشرکانو سره وعده دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول دَ طرف نه۔ سوا دَ هغه کسانو نه چې تاسو سره ېٔ وعده کړے ده دَ مسجد حرام پهٔ خوا کښې۔ نو تر څو چې هغوی تاسو سره سم چلیږی نو تاسو هم ورسره سم چلېږیٔ۔ بېشکه دَ الله خوښ دی احتیاط کؤنکی۔
كَیْفَ وَ اِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ لَا یَرْقُبُوْا فِیْكُمْ اِلًّا وَّ لَا ذِمَّةً١ؕ یُرْضُوْنَكُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ وَ تَاْبٰی قُلُوْبُهُمْ١ۚ وَ اَكْثَرُهُمْ فٰسِقُوْنَۚ۝۸
اؤ څنګه به صلح پاتې شی چې کهٔ دوی پهٔ تاسو قابو ومومی نو نهٔ دَ خپلویٔ لحاظ کوی اؤ نهٔ دَ وعدې ، تاسو راضی کوی پهٔ خلهٔ اؤ زړونه ېٔ دَ دې نه انکار کوی۔ اؤ دوی اکثر بې لوظه دی۔ ف۹
ف۹: پهٔ تېرو آیتونو کښې چې دَ بېزاریٔ کوم اعلان شوے وهٔ دلته دَ هغې حکمت بیانیږی۔ یعنی دَ عربو دَ مشرکانو سره به څوک عهدنامه څنګه وکړی اؤ صلح به ورسره څنګه وکړې شی چې دَ مسلمانانو سره دَ هغو حال دا دے چې کهٔ پهٔ څهٔ ېٔ هم وس بر کیږی نو پهٔ تکلیف اؤ نقصان ور رسؤلو کښې اسره نهٔ کوی، نهٔ دَ خپلویٔ څهٔ خیال ساتی اؤ نهٔ دَ قول اؤ اقرار پرواه کوی۔ خو پهٔ تاسو ېٔ تر اوسه لاس بر شوے نهٔ دے نو دَ خلې پهٔ خبرو مو خوشحالوی۔ ګنی دَ زړهٔ نه دَ صلحې پهٔ خبرو راضی نهٔ دی۔ پهٔ دوی کښې اکثر غدار اؤ بې لوظه دی۔ کهٔ یو نیم کس پکښې دَ لوظ پوخ هم وی نو دَ ګڼو پهٔ مقابله کښې دَ هغهٔ څوک نهٔ اوری۔ بهرحال دَ داسې بې لوظه خلقو سره دَ لوظ نامې څهٔ خیر نشته۔ البته دَ کومو قبیلو سره چې تاسو دَ مسجدِ حرام پهٔ خوا کښې لوظ نامه کړے ده نو ترڅو چې هغوی بې لوظی نهٔ وی کړے تاسو هم ورسره پهٔ خپل لوظ چلېږیٔ۔ اؤ ډېر احتیاط کویٔ چې چرته دَ بې لوظیٔ داغ درباندې ونهٔ لګی۔ دَ الله پاک هم هغه خلق خوښ دی څوک چې ښهٔ احتیاط کوی۔
دَ بنی کنانه قبیلې سره لوظ نامه شوے وه اؤ هغوی څهٔ بې لوظی تر دې وخته نهٔ وه کړے۔ دَ دې اعلان پهٔ وخت دَ هغوی سره لوظ نامه کښې نهه(۹) میاشتې میعاد پاتې وهٔ۔ مسلمانانو پوره احتیاط سره دغه میعاد پوره کړو۔
اِشْتَرَوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ١ؕ اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۹
دوی خرڅ کړو دَ الله کلام پهٔ لږ قیمت۔ بیا ېٔ خلق منع کړل دَ هغهٔ دَ لارې نه ناکاره کارونه دی دا کوم چې دوی کوی۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی دا مشرکان هغه خلق دے چې دَ دنیا دَ حرص پهٔ وجه دوی دَ الله پاک احکام رد کړل۔ دغسې خپله هم دَ سمې لارې نه منع شو اؤ نور خلق هم منع کوی۔ څوک چې داسې ناکاره کارونه کوی ، دَ الله نه ېٔ ویره نهٔ وی۔ هغه به دَ لوظ نامې څهٔ پابندی وکړی۔
لَا یَرْقُبُوْنَ فِیْ مُؤْمِنٍ اِلًّا وَّ لَا ذِمَّةً١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُعْتَدُوْنَ۝۱۰
نهٔ لحاظ کوی دَ مسلمان پهٔ حق کښې دَ خپلویٔ اؤ نهٔ دَ وعدې۔ اؤ هم دوی زیاتے کوی۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی دَ تاسو سره دَ مشرکانو څهٔ ذاتی دښمنی نشته۔ دَ دوی خو دَ اسلام سره دښمنی ده۔ نو هر څوک چې اسلام راؤړی (دَ هرې قبیلې چې وی اؤ دَ هر ملک چې وی) دوی به هغهٔ ته نقصان رسوی اؤ دښمنی به ورسره کوی۔ پهٔ دې حق کښې دَ دوی زیاتې دَ حد نه وتې دے۔
فَاِنْ تَابُوْا وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَاِخْوَانُكُمْ فِی الدِّیْنِ١ؕ وَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ۝۱۱
نو کهٔ دوی توبه وباسی اؤ قائم ساتی نمونځونه اؤ ورکوی زکوٰة نو ستاسو وروڼه دی دَ شریعت پهٔ حکم ف۱۲ اؤ صفا صفا بیانوو حکمونه دَ هغه چا دپاره چې پوهیږی۔
ف۱۲: یعنی دَ دې دومره دښمنیٔ نه پس هم کهٔ دوی ایمان راؤړو ، دَ کفر نه ېٔ توبه کړه ، دَ نمانځهٔ اؤ زکوٰة اؤ اسلامی احکامو پابند شو نو یواځې دا نهٔ چې اوس پهٔ امن شو بلکې دَ تاسو سره پهٔ ورورولیٔ کښې شریک شو اؤ دَ هغې ټولو فائدو حقدار شو دَ کومو چې مخکښینی مسلمانان حقدار دی۔ څهٔ بې لوظیٔ اؤ دَ مسلمانانو سره دښمنیٔ چې ېٔ کړی دی دا ورته ټول معاف دی۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی۔ دا چې وفرمائیلی شو چې دَ شریعت پهٔ حکم کښې ستاسو وروڼه دی۔ نو دَ دې مطلب دا دے چې څوک چې پهٔ ظاهره مسلمان دے اؤ دَ علاماتو نه دا معلومیږی چې دَ زړهٔ نه مسلمان نهٔ دے (منافق دے) نو دَ ظاهری حکم پهٔ وجه مسلمان خو به ګڼلے شی لېکن دَ دوستیٔ اؤ اعتبار قابل نهٔ دے۔
وَ اِنْ نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَ طَعَنُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ فَقَاتِلُوْۤا اَىِٕمَّةَ الْكُفْرِ١ۙ اِنَّهُمْ لَاۤ اَیْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَنْتَهُوْنَ۝۱۲
اؤ کهٔ دوی مات کړی خپل قسمونه دَ وعدې کؤلو نه پس اؤ عیب لګوی ستاسو پهٔ دین باندې۔ نو جنګ وکړیٔ دَ کفر دَ مشرانو سره بېشکه دَ دوی دَ قسم هېڅ اعتبار نشته چې دوی منع شی۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی کهٔ لوظ قول ېٔ مات کړو (لکه دَ بنی بکر قبیلې چې پهٔ بنی خزاعه ېٔ حمله وکړه اؤ قریشو ېٔ هم امداد وکړو اؤ دَ لوظ نامې خیال ېٔ ونهٔ ساتلو) اؤ دَ کفر نه منع نهٔ شو بلکې دَ حق دین عیب جوئی اؤ ګستاخی کوی نو پوهه شیٔ چې دا خلق (دَ کفر مشران اؤ سرداران دی) ځکه چې نور کم عقل هم دوی ته ګوری نو دغسې کارونه کوی۔ دَ داسې سرکشو سره سخته مقابله وکړیٔ ځکه چې دوی سره اوس لوظ نامه پاتې نهٔ شوه۔ کېدے شی چې الله پاک ستاسو پهٔ لاس سزا ورکړی اؤ دوی دَ خپل شرارت نه واؤړی۔
اَلَا تُقَاتِلُوْنَ قَوْمًا نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ وَ هَمُّوْا بِاِخْرَاجِ الرَّسُوْلِ وَ هُمْ بَدَءُوْكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ١ؕ اَتَخْشَوْنَهُمْ١ۚ فَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشَوْهُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۱۳
آیا تاسو به جنګ نهٔ کویٔ دَ داسې خلقو سره چې ماتوی خپل قسمونه اؤ پهٔ دې فکر کښې دی چې رسول وشړی اؤ هم دوی اول زیاتے شروع کړے دے ، آیا تاسو دوی نه ویرېږیٔ ، نو تاسو له پکار دی چې ډېر دَ الله نه ویرېږیٔ کهٔ ایمان لریٔ ف۱۴
ف۱۴: قریشو دَ قسمونو خوړلو نه پس بیا دَ لوظ نامې خلاف دَ بنو خزاعه پهٔ مقابله کښې دَ بنوبکر امداد کړے وهٔ۔ اؤ دَ هجرت نه مخکښې ېٔ دَ حضور اکرمﷺ دَ مکّې معظّمې نه دَ شړلو تجویزونه پاس کړی وو۔ اؤ هم دغه ظالمان دَ مسلمانانو دَ هجرت سبب ګرځېدلی وو۔ اِذْ اَخْرَجَهُ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِ ۔
پهٔ مکّه معظّمه کښې ېٔ پهٔ بې قصوره مسلمانانو بې وجې ظلمونه کؤل۔ چې دَ ابو سفیان قافله بچ شوه بیا هم خامخا دَ مسلمانانو سره جنګ دپاره پهٔ بدر کښې دیره شو۔ اؤ دَ حدیبیٔے دَ صلح نامې نه پس ېٔ هم اول خپله بې لوظی وکړه چې دَ مسلمانانو دَ ملګرے قبیلې بنو خزاعه پهٔ مقابله کښې ېٔ دَ بنوبکر امداد وکړو۔ اخر مسلمانانو دَ قریشو سره جنګ وکړو اؤ پهٔ مکّه معظّمه ېٔ قبضه وکړه۔
اَلَا تُقَاتِلُوْنَ قَوْمًا“ نه مطلب دا دے چې کوم قوم داسې داسې کارونه کړی دی دَ هغو سره مسلمانانو ته پهٔ جنګ کؤلو کښې څهٔ فکر اؤ تردّد نهٔ دے پکار۔ کهٔ دَ هغوی دَ ډېروالی اؤ سازوسامان نه ویرېږیٔ نو مسلمانانو ته پکار دی چې دَ الله نه وویریږی۔ دَ الله ویره چې پهٔ زړهٔ کښې پیدا شی نو نورې خطرې دَ زړهٔ نه بهر شی۔ دَ ایمان تقاضا دا ده چې بنده دَ الله دَ نافرمانیٔ اؤ دَ هغهٔ دَ قهر اؤ غضب نه ډېر ویریږی ځکه چې نفع و نقصان هر څهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دی۔ بې دَ هغهٔ دَ مشیت نه څوک چا ته هېڅ نقصان هم نهٔ شی رسؤلے۔
قَاتِلُوْهُمْ یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ بِاَیْدِیْكُمْ وَ یُخْزِهِمْ وَ یَنْصُرْكُمْ عَلَیْهِمْ وَ یَشْفِ صُدُوْرَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِیْنَۙ۝۱۴
دوی سره جنګ وکړیٔ چې سزا ورکړی الله دوی ته ستاسو پهٔ لاسونو اؤ رسوا ېٔ کړی اؤ تاسو ورباندې غالب کړی اؤ یخ کړی دَ مؤمنانو زړونه۔
وَ یُذْهِبْ غَیْظَ قُلُوْبِهِمْ١ؕ وَ یَتُوْبُ اللّٰهُ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۱۵
اؤ سوړ ېٔ کړی دَ زړونو تاؤ۔ اؤ الله به دَ توبې وس ورکړی چا ته چې ېٔ خوښه وی۔ ف۱۵ اؤ الله ښهٔ پوهه دَ حکمت خاوند دے۔ ف۱۶
ف۱۵: پهٔ دې آیت کښې دَ جهاد دَ فرض کېدو حکمت بیان شوے دے۔ پهٔ قرآن مجید کښې چې دَ تېرو قومونو کومې قصې بیان شوی دی دَ هغو نه دا معلومیږی چې کوم قوم پهٔ کفر اؤ شرارت اؤ دَ نبیانو پهٔ تکذیب اؤ دښمنیٔ کښې دَ حد نه زیاتے شروع کړے دے نو دَ قدرت دَ طرف نه ورباندې تباه کن عذاب نازل شوے دے اؤ بالکل ېٔ تباه کړی دی۔
فَکُلًّا اَخَذْنَا بِذَنۢبِهٖ فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا وَ مِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ وَ مِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ وَ مِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا وَمَا کَانَ اللہُ لِیَظْلِمَهُمْ وَ لٰکِنْ کَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۔ (سورتِ عنکبوت ،آیت ۴۰ ، رکوع ۴)
(اؤ هر یو قوم مونږ ونیوهٔ پهٔ خپله خپله ګناه باندې ، نو پهٔ چا خو دَ آسمان نه کاڼی وورېدل اؤ ځنی چغې راګېر کړل اؤ ځنی مو پهٔ زمکه کښې ښخ کړل اؤ ځنی مو پهٔ سیند لاهو کړل اؤ الله پاک پهٔ دوی ظلم نهٔ کؤلو خو دوی خپله پهٔ ځانونو ظلم کؤلو)
بېشکه دا ټول عذابونه ډېر سخت اؤ عبرتناک وو۔ لېکن پهٔ دوی کښې پهٔ چا چې عذاب راغلے وهٔ هغوی پهٔ دنیا کښې دَ خپلې رسواییٔ نتیجې پهٔ سترګو ونهٔ لیدے۔ اؤ نهٔ ورته بیا دَ توبې ویستو څهٔ موقع پهٔ لاس ورغله۔ دَ جهاد دَ فرض کؤلو اصل غرض دا دے چې مکذبینو ته الله پاک پهٔ خپله دَ عذاب ورکؤلو پهٔ ځائې دَ خپلو وفادارو بندګانو پهٔ لاس عذاب ورکوی۔ پهٔ دې شکل کښې دَ مشرکانو رسوائی اؤ دَ مخلصانو قدر زیات دے۔ دَ وفادارو غلبه څرګنده شی اؤ دَ هغوی دَ زړونه یخ شی چې کومو خلقو تر اوسه مونږ کمزوری اؤ سپک ګڼلو اؤ خنداګانې ېٔ راپورې کؤلے نن دَ الله پهٔ فضل و کرم زمونږ پهٔ قبضه کښې دی۔ دَ کافرو دَ غلبې پهٔ وجه چې دَ مسلمانانو زړونه تنګ وو یا پهٔ کومو کمزوریو مسلمانانو چې هغوی ظلمونه کړی وو اؤ بدل ېٔ ترې نهٔ شو اخستے پهٔ زړهٔ ېٔ اور بلېدو۔ دَ جهاد پهٔ ذریعه الله پاک مسلمانانو ته تسلّی ورکړه (اؤ دا موقع ېٔ ورکړه چې دَ خپل زړهٔ بړاس وباسی اؤ دَ کافرو نه خپل بدل واخلی) آخری خبره دا ده چې خپله دَ مجرمانو پهٔ حق کښې هم دَ سزا دا طریقه فائده منه ده ځکه چې دَ سزا نه پس هم ورته دَ توبې موقع شته چې عبرت حاصل کړی۔ اؤ هم دغسې وشوه دَ حضور اکرمﷺ پهٔ ژوند دَ فتحې مکّې نه وروستو پهٔ لږو ورځو کښې ټولو عربو اسلام قبول کړو۔
ف۱۶: الله تعالیٰ علیم حکیم دے۔ دَ هر چا حالت ته ګوری نو دَ هغې مناسب معامله ورسره کوی۔
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تُتْرَكُوْا وَ لَمَّا یَعْلَمِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ جٰهَدُوْا مِنْكُمْ وَ لَمْ یَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ لَا رَسُوْلِهٖ وَ لَا الْمُؤْمِنِیْنَ وَلِیْجَةً١ؕ وَ اللّٰهُ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۠۝۱۶
آیا ستاسو دا خیال دے چې دغسې به پرېښوې شیٔ ، اؤ حال دا چې الله لا نهٔ دی معلوم کړی هغه کسان چې جهاد ېٔ کړے اؤ نهٔ ېٔ دی نیولی سوا دَ الله نه اؤ دَ هغهٔ دَ رسول نه اؤ دَ مؤمنانو نه نور څوک رازدار۔ اؤ الله ښهٔ خبر دے تاسو چې څهٔ کویٔ۔ ف۱۷
ف۱۷: پهٔ دې آیت کښې دَ جهاد فرض کېدلو یو بل حکمت بیان شوے دے یعنی دَ ایمان اؤ وفاداریٔ وعدې خو پهٔ خلهٔ ډېر خلق کوی خو پته ېٔ هله لګی چې څهٔ امتحان پرې راشی۔ دَ جهاد پهٔ ذریعه الله پاک څرګندوی چې څوک دَ الله پهٔ رضا سر اؤ مال ورکؤلو ته تیار دے اؤ څوک نه دے۔ اؤ څوک دَ الله اؤ رسولﷺ نه سوا بل چا سره دوستی نهٔ کوی کهٔ خپل نژدے رشته دار ېٔ ولې نهٔ وی۔ دا دَ ایمان دَ تللو تله ده۔ چې پهٔ دې پوره نهٔ وی ختلے نو هسې پهٔ خلهٔ دَ ایمان وعده څهٔ فائده نهٔ لری۔ بیا څوک چې څهٔ عمل کوی ، الله پاک دَ هغې نه خبر دے چې پهٔ صدق اؤ پهٔ اخلاص ېٔ کوی اؤ کهٔ دَ ریا اؤ ښودلو دپاره ېٔ کوی۔ څنګه چې وی هغه شان معامله به ورسره کیږی۔
مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یَّعْمُرُوْا مَسٰجِدَ اللّٰهِ شٰهِدِیْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ١ۖۚ وَ فِی النَّارِ هُمْ خٰلِدُوْنَ۝۱۷
دا دَ مشرکانو کار نهٔ دے چې آباد کړی دَ الله جماتونه پهٔ داسې حال کښې چې دَ خپل کفر پهٔ خپله اقرار کوی۔ دَ دې خلقو ټول عملونه عبث دی اؤ دوی به همېشه پهٔ اور کښې وی۔
اِنَّمَا یَعْمُرُ مَسٰجِدَ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ اَقَامَ الصَّلٰوةَ وَ اٰتَی الزَّكٰوةَ وَ لَمْ یَخْشَ اِلَّا اللّٰهَ فَعَسٰۤی اُولٰٓىِٕكَ اَنْ یَّكُوْنُوْا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ۝۱۸
هم هغه خلق آبادوی دَ الله جماتونه چې ایمان ېٔ راؤړے وی پهٔ الله اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ اؤ قائم ساتی نمونځونه اؤ ورکوی زکوٰة اؤ نهٔ ویریږی بې دَ الله دَ بل چا نه نو دغه کسان طمع لری چې پهٔ کامیابو خلقو کښې شمار شی۔ ف۱۸
ف۱۸: تېرو آیتونو کښې وئیلی شوی وو چې مسلمان داسې نهٔ شی پرېښوے۔ پهٔ غټو غټو خبرو (مثلاً جهاد) به ېٔ امتحان اخستے شی اؤ پوخ والې به ېٔ کتې شی چې دَ تمامې دنیا سره تعلقاتو باندې څنګه دَ الله اؤ رسولﷺ تعلق ته ترجیح ورکوی۔ پهٔ دې رکوع کښې دا ښیٔلی شوی دی چې دَ الله پاک دَ عبادت ځایونه هم پهٔ دغسې مسلمانانو آبادېدے شی۔ دَ جماتونو حقیقی آبادی دا ده چې پهٔ هغې کښې پهٔ اخلاص دَ الله عبادت کیږی اؤ کثرت سره پکښې پهٔ آزادیٔ دَ الله ذکر کیږی۔ دَ لغو اؤ بې هوده کارونو نه پاک اؤ صاف وی۔ دا کار مشرکان کله کؤلے شی۔ دَ مکّې معظّمې مشرکانو به دَ بیت الله شریف پهٔ خدمت ډېر فخر کؤلو۔ خو دَ هغوی هغه خدمت دا وهٔ چې پهٔ سوونو بتان ېٔ پهٔ کعبه شریفه کښې یٔښی وو۔ دَ هغې بتانو پهٔ نوم به ېٔ نذرونه ورکؤل۔ قربانیٔ به ېٔ کؤلے اؤ دَ بیت الله شریف طواف به ېٔ بالکل پهٔ لغړه کؤلو (دا ېٔ عزت وهٔ) اؤ دَ طواف پهٔ وخت به ېٔ دَ الله دَ ذکر پهٔ ځائې شپیلی وهل اؤ لاسونه به ېٔ پړقؤل۔ اؤ دَ توحید منونکی اؤ دَ الله رښتونی بندګان به ېٔ ورته نژدے نهٔ پرېښؤل۔ دَ هغوی غټ عبادت دا وهٔ چې پهٔ حاجیانو به ېٔ اوبهٔ څښؤلے یا پهٔ حرم شریف کښې به ېٔ ډیوه بله کړه یا به ېٔ بیت الله شریف ته غلاف جوړ کړو۔ کله کهٔ به ضرورت وهٔ نو دَ بیت الله شریف مرمّت به ېٔ وکړو۔ لېکن دا ټول اعمال ېٔ بې روحه وو۔ ځکه چې مشرکانو هر کله الله پاک صحیح پېژندو نه نو دَ هغوی پهٔ اعمالو کښې به اخلاص اؤ خالص الله ته توجه دَ کومې راغلے وه۔ ځکه دَ هغوی دا اعمال برباد وو۔ خَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ۔ غرض دا چې مشرکان چې دَ خپل حال اؤ قال نه هر وخت خپله پهٔ ځان دَ شرک ګواهی کوی، دَ دې قابل نهٔ دی چې دَ الله جماتونه اؤ بیا خاص مسجد حرام حقیقی اباد وساتلے شی۔ دا کار صرف دَ هغه کسانو دے چې دَ زړهٔ نه دَ الله پهٔ توحید اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ یقین لری۔ نمونځ کوی ، دَ مالونو زکوٰة ورکوی۔ اؤ بې دَ الله نه بل دَ هېچا نه نهٔ ویریږی۔ اؤ دَ جماتونو دَ پاکؤلو اؤ آبادؤلو دپاره هر وخت جهاد ته تیار وی۔ داسې مسلمانان چې پهٔ زړهٔ ژبه ، اندامونو ، مال دولت هر څهٔ دَ الله پاک فرمانبردار وی۔ دا دَ هغوی فرض دی چې دَ الله پاک جماتونه آباد وساتی۔ اؤ دَ مسجد حرام دَ آبادیٔ دَ دروغو دعوېدار کهٔ خپلوان ېٔ ولې نهٔ وی ترېنه بهر ته وشړی ، ځکه چې دَ هغوی پهٔ وجود جمات آبادیږی نه ، ورانیږی۔
اَجَعَلْتُمْ سِقَایَةَ الْحَآجِّ وَ عِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ جٰهَدَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ لَا یَسْتَوٗنَ عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَۘ۝۱۹
آیا تاسو برابرویٔ حاجیانو باندې اوبهٔ څښؤل اؤ مسجد حرام آباد ساتل۔ دَ دې سره چې څوک یقین وکړی پهٔ الله اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ اؤ جهاد وکړی دَ الله پهٔ لار کښې۔ دا هرګز نهٔ شی برابرېدے دَ الله پهٔ نزد اؤ الله لار نهٔ ورکوی ظالمانو خلقو ته۔ ف۱۹
ف۱۹: مشرکانو به پهٔ دې ډېر فخر کؤلو چې مونږ دَ کعبې شریفې خدمت کوو۔ پهٔ حاجیانو اوبهٔ څښوو۔ روټۍ ورکوو۔ حرم شریف کښې رڼا کوو۔ دَ بیت الله شریف دَ غلاف اؤ مرمت انتظام کوو۔ کهٔ مسلمانانو هجرت کړے دے یا نمونځ ، روژه عبادتونه کوی نو دَ هغې پهٔ مقابله کښې زمونږ دا عبادت دَ هغوی نه زیات دے۔ پهٔ یوه زمانه کښې حضرت عباسؓ هم دَ حضرت علیؓ سره دغسې بحث کړے وهٔ۔ دَ صحیح مسلم روایت دے چې یو ځل یو څو مسلمانانو پهٔ مسجدِ نبویﷺ کښې دا بحث کؤلو چې دَ ټولو نه افضل عبادت کوم دے۔ چا به وې چې دَ اسلام راؤړو نه پس دَ حاجیانو دَ خدمت نه زیات عبادت بل نشته۔ بل به وې چې دَ مسجد حرام خدمت دَ ټولو نه زیات دے (مثلًا مسجد حرام کښې جارو وهل ، رڼا کؤل وغېره) بل ووې چې جهاد دَ ټولو نه زیات دے۔ حضرت علی رضی الله تعالیٰ عنه ورته ووې۔ دَ جمعې ورځ ده۔ تاسو دَ ممبر خوا کښې ناست ییٔ اؤ دا بحثونه کویٔ۔ لږ صبر وکړیٔ اوس به حضور اکرمﷺ راشی ، دَ نمانځهٔ نه پس به دَ هغهٔﷺ نه تپوس وکړو۔ دَ هغې پهٔ ځواب کښې دا آیتونه نازل شو۔ یعنی پهٔ حاجیانو اوبهٔ څښول اؤ دَ مسجد حرام ظاهری آبادول تاسو ته دَ جهاد فی سبیل الله اؤ ایمان بالله سره برابرویٔ۔ افضل کېدل خو ېٔ پرېږده چې برابر هم ورسره نهٔ دی۔ دلته دَ جهاد سره دَ ایمان بالله ذکر یا خو دې دپاره شوے دے چې دَ مشرکانو دَ فخر اؤ غرور ځواب هم وشی چې دَ ټولو عبادتونو روح ایمان بالله دے۔ دې نه بغیر هر نیک کار چې وی بې روحه اؤ بې کاره دے۔ نو تاسو یو مړ اؤ روحه شے دَ ابدی ژوندی څیز سره څنګه برابر وی۔
وَمَا یَسْتَوِی الْاَحْیَآءُ وَلَا الْاَمْوَاتْ ۔ (سورتِ فاطر، رکوع ۳)
اؤ کهٔ یواځې دَ مؤمنانو دَ اعمالو مقابله وی نو ایمان بالله دَ جهاد دپاره دَ تمهید پهٔ طور راغلے دے۔ اصل مقصد جهاد دے۔ مطلب دا دے چې جهاد وی کهٔ بل غټ عمل لکه هجرت وغېره ، دا ټول دَ ایمان بالله نه بغیر دَ هېڅ کار نهٔ دی۔ پهٔ دې خبرو هغه څوک پوهیږی چې الله پاک سلیم عقل ورکړے وی ، ظالمان (بې موقعې کار کؤنکی) پهٔ دې خبرو نهٔ شی پوهېدے۔
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ هَاجَرُوْا وَ جٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ١ۙ اَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ۝۲۰
چا چې ایمان راؤړو اؤ هجرت ېٔ وکړو اؤ جهاد ېٔ وکړو دَ الله پهٔ لار کښې پهٔ خپلو مالونو اؤ سرونو ډېره لویه مرتبه ېٔ ده دَ الله سره ، اؤ هم دغه کسان کامیاب دی۔
یُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَ رِضْوَانٍ وَّ جَنّٰتٍ لَّهُمْ فِیْهَا نَعِیْمٌ مُّقِیْمٌۙ۝۲۱
زېرے ورکوی دوی ته الله دَ خپل طرف نه دَ مهربانیٔ اؤ دَ رضا کېدو اؤ دَ باغونو چې دوی ته پکښې همېشه آرام دے۔
خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ۝۲۲
دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ بېشکه دَ الله سره غټ اجر دے ف۲۰
ف۲۰: یعنی دَ الله پاک سره دَ ثوابونو اؤ مرتبو څهٔ کمے دے؟ چا ته چې ېٔ څومره خوښه وی ورکوی۔ پهٔ وړومبی آیت کښې دَ درے (۳) خبرو ذکر وهٔ۔ (۱) ایمان ، (۲) جهاد ، (۳) هجرت ۔ دَ دې دریو پهٔ مقابله کښې خوشخبری هم دَ درے (۳) څیزونو ورکړې شوه۔ (۱) رحمت ، (۲) رضوان ، (۳) خلود فی الجنة ۔ ابو حیّان لیکلی دی۔ رحمت پهٔ ایمان مرتب دے۔ چې ایمان نهٔ وی نو پهٔ آخرت کښې به دَ الله دَ رحمت اؤ مهربانیٔ نه محروم وی۔
رضوان: دَ الله پاک راضی کېدل کوم چې ډېر وچت مقام دے۔ دَ جهاد فی سبیل الله عوض دے۔ مجاهد چې خپل ټول خواهشات اؤ دنیاوی تعلقات دَ الله دَ رضا دپاره پرېږدی اؤ سرو مال دَ الله پهٔ لار کښې قربان کړی نو دَ دې انتهائی قربانیٔ بدله هم انتهائی پکار ده چې هغه دَ الله پاک دَ رضا مقام دے۔ مهاجر دَ الله دَ رضا دپاره خپل کور کلے پرېږدی نو هغهٔ ته زېرے ورکړې شو چې تا ته به دَ دې وطن نه ښهٔ وطن اؤ دَ دې کور نهٔ ښهٔ کور درکړې شی چې هغې کښې به دَ هر قسم آرام اؤ راحت سامان هر وخت تیار وی اؤ تهٔ به ورکښې همېشه وسې ، دَ هغې نه بیا هجرت نشته۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْۤا اٰبَآءَكُمْ وَ اِخْوَانَكُمْ اَوْلِیَآءَ اِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَی الْاِیْمَانِ١ؕ وَ مَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ۝۲۳
اے ایماندارو تاسو ملګرتیا مهٔ کویٔ خپلو پلارانو سره اؤ وروڼو سره کهٔ هغوی خوښ کړی کفر دَ ایمان پهٔ مقابله کښې۔ اؤ پهٔ تاسو کښې چې چا هغوی سره ملګرتیا وکړه نو هم هغه خلق ګناهګار دی۔ ف۲۱
ف۲۱: پهٔ تېرو آیتونو کښې وئیلی شوی وو چې جهاد اؤ هجرت دَ ټولو نه افضل اؤ بهتر اعمال دی۔ ډېر ځله پهٔ دې کارونو کښې خپل خپلوان اؤ خاندانی تعلقات خنډ اچوی۔ ځکه فرمائی چې کومو کسانو چې کفر دَ ایمان پهٔ مقابله کښې خوښ کړے دے، دَ یو مسلمان سره نهٔ ښائی چې داسې کسانو سره دومره تعلق وساتی چې دَ جهاد یا هجرت نه پرې پاتې شی۔ کهٔ داسې چا وکړل نو سخت دَ ګناه کار ېٔ وکړو۔ اؤ پهٔ خپل ځان ېٔ ظلم وکړو۔
قُلْ اِنْ كَانَ اٰبَآؤُكُمْ وَ اَبْنَآؤُكُمْ وَ اِخْوَانُكُمْ وَ اَزْوَاجُكُمْ وَ عَشِیْرَتُكُمْ وَ اَمْوَالُ اِ۟قْتَرَفْتُمُوْهَا وَ تِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَ مَسٰكِنُ تَرْضَوْنَهَاۤ اَحَبَّ اِلَیْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ جِهَادٍ فِیْ سَبِیْلِهٖ فَتَرَبَّصُوْا حَتّٰی یَاْتِیَ اللّٰهُ بِاَمْرِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ۠۝۲۴
تهٔ ورته ووایه کهٔ ستاسو پلاران اؤ ځامن اؤ وروڼه اؤ ښځې اؤ خاندان اؤ مالونه کوم چې تاسو ګټیٔ اؤ سوداګری چې تاسو ېٔ دَ بندېز نه ویرېږیٔ اؤ ماڼۍ چې ستاسو خوښې دی کهٔ (دا څیزونه) ستاسو زیات خوښ دی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول اؤ دَ هغهٔ پهٔ لار کښې دَ جهاد نه نو انتظار وکړیٔ تر هغې چې الله خپل حکم راواستوی اؤ الله لار نهٔ ورکوی نافرمانه قوم ته۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی کهٔ دَ جهاد اؤ الله اؤ رسولﷺ حکمونو پوره کؤلو کښې ورته دا کار رکاوټ وی چې خپل خپلوان به رانه پاتی شی ، مال به مو برباد شی ، تجارت ته به نقصان ورسی ا ؤدَ آرام دَ کورونو نه به بې درکه شو نو بیا دَ الله دَ طرف نه دَ سزا دَ حکم انتظار وکړیٔ کوم چې دَ دې سستیٔ اؤ مال سره مینې پهٔ وجه درباندې راتلونکے دے۔ څوک چې دَ دنیا دَ لالچ پهٔ وجه دَ مشرکانو پهٔ دوستیٔ کښې ګېر دی هغوی ته الله پاک اصلی کامیابی نهٔ ورکوی۔ پهٔ حدیث کښې راځی کهٔ تاسو دَ غویانو پهٔ لکیو پورې ونښلیٔ۔ کر کروندې ته زور ورکړیٔ اؤ جهاد درنه پاتې شی نو الله پاک به درته داسې سزا درکړی چې خلاصېدے به ترې نهٔ شیٔ ، تر دې چې بیا جهاد اؤ دَ دین خدمت ته ملا وتړیٔ۔
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ فِیْ مَوَاطِنَ كَثِیْرَةٍ١ۙ وَّ یَوْمَ حُنَیْنٍ١ۙ اِذْ اَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَیْـًٔا وَّ ضَاقَتْ عَلَیْكُمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّیْتُمْ مُّدْبِرِیْنَۚ۝۲۵
الله ستاسو مدد کړے دے پهٔ ډېرو میدانونو کښې اؤ دَ حنین پهٔ ورځ کوم وخت چې تاسو خوشحاله شویٔ پهٔ خپل ډېروالی۔ نو هغه ډېروالے ستاسو هېڅ پکار رانهٔ غلو اؤ تنګه شوه درباندې زمکه سره دَ هغې دَ فراخیٔ۔ بیا تاسو واپس وګرځېدیٔ مخ پهٔ شا۔
ثُمَّ اَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَ اَنْزَلَ جُنُوْدًا لَّمْ تَرَوْهَا وَ عَذَّبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ؕ وَ ذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ۝۲۶
بیا راواستؤلو الله دَ خپل طرف نه اطمینان پهٔ خپل رسول اؤ پهٔ ایماندارو اؤ راواېٔ ستؤل داسې فوځونه چې تاسو نهٔ لیدل اؤ عذاب ېٔ ورکړو کافرانو ته۔ اؤ دغه سزا ده دَ منکرانو۔ ف۲۳
ف۲۳: پهٔ تېر آیت کښې خبردارے ورکړې شوے وهٔ چې دَ جهاد فی سبیل الله پهٔ وخت مسلمان ته دَ کور کلی۔ مال دولت اؤ خپلو خپلوانو فکر نهٔ دے پکار۔ اؤ دلته فرمائی چې مجاهدینو ته پهٔ خپل ډېروالی یا سازوسامان لوئی نهٔ ده پکار۔ کامیابی دَ الله پهٔ فضل اؤ امداد کیږی۔ پهٔ ډېروالی اؤ پهٔ ساز و سامان نهٔ ده۔ اؤ دَ دې تجربه خو تاسو ډېر ځلې کړے ده۔ دَ بدر۔ بنو قریظه ۔ بنو نظیر اؤ حدیبیه پهٔ میدانونو کښې تاسو محض دَ الله پهٔ امداد کامیابی حاصله کړے ده (ګنی تاسو پهٔ شمار یا ساز و سامان کښې څهٔ دَ کافرو نه زیات نهٔ ویٔ) اؤ بیا پهٔ آخر کښې دَ حنین پهٔ جنګ کښې خو غیبی امداد داسې څرګند وهٔ چې دښمنانو ېٔ هم اقرار کړے دے۔ دَ مکّې معظّمې دَ فتحې نه پس سمدستی حضور اکرمﷺ ته معلومه شوه چې دَ هوازن اؤ ثقیف قبیلو یو مضبوط لښکر تیار کړے دے۔ اؤ پهٔ ډېر زور کښې پهٔ مسلمانانو حملې ته راروان دی۔ دَ دې خبر سره مسلمانانو هم دَ جنګ تیارې شروع کړو۔ لس زره(۱۰۰۰۰) مهاجرینؓ اؤ انصارؓ خو دَ حضور اکرمﷺ سره دَ فتح مکې پهٔ نیت راغلی وو۔ دوه زره(۲۰۰۰) ورسره نور نوی مسلمانان ملګری شو۔ دغسې دَ دولسو زرو(۱۲۰۰۰) مجاهدینو یو مضبوط فوځ طائف طرف ته دَ کافرانو مقابلې ته مخې ته ووتو۔ دا دومره لوئے لښکر چې اصحابوؓ ولیدو نو بې اختیاره ېٔ دَ خلې نه ووتل چې مونږ لږ وو نو همېشه غالب وو۔ نن به زمونږ دې دومره فوځ ته څوک شکست ورکړی۔ دَ توحید دَ پرستارو دَ خلې دا خبره دَ الله پاک خوښه نهٔ شوه۔ دَ مکّې معظّمې نه چې لږ غوندې مخکښې لاړل نو دَ دښمن دَ څلور زره (۴۰۰۰) فوځ سره مخامخ شو۔ دا دَ هوازن قبیلې ځوانان وو چې ښځې اؤ واړهٔ اؤ څاروی اؤ دَ کور ټوله کډه ېٔ دَ ځان سره راخستی وو۔ کفن پهٔ سر دَ یو فیصله کن جنګ پهٔ نیت راوتی وو۔ چې یا ګټه اؤ یا هر څهٔ تالا۔ دَ هوازن قبیله پهٔ ټولو عربو کښې تیر اندازئی کښې مشهوره وه۔ دَ هغوی تجربه کارو تیر اندازو دَ حنین پهٔ دره کښې دواړه طرف ته مورچې نیولے وې ، پټ ناست وو۔ پهٔ بخاری اؤ مسلم شریف کښې دَ براء بن عازبؓ روایت دے چې پهٔ وړومبیٔ هله کښې کافرو ماتې وخوړهٔ اؤ ډېر مال ترې پاتې شو۔ اسلامی سپاهیان پهٔ مالِ غنیمت راغونډؤلو مشغول شو نو پهٔ دغه وخت دَ دښمن پټو تیر ندازو سپاهیانو ناڅاپی حمله وکړه۔ اؤ پهٔ یو دم ېٔ راباندې دومره غشی را ورؤل چې هغې ته دَ ټینګېدو څهٔ شان نهٔ وهٔ۔ اول مسلمانان وتښتېدل۔ آخر کښې بیا دَ نور فوځ هم ښپې وښویٔدې اؤ ملک راباندې تنګ شو۔ چرته دَ غشیو نه دَ پټېدو درک نهٔ لګېدو۔ حضور اکرمﷺ دَ دښمن دَ فوځ پهٔ مینځ کښې دَ یو څو کسو جانبازو سره ګېر وهٔ۔ تقریبًا سل (۱۰۰) یا اتیا(۸۰) کسه جانباز ورسره پهٔ میدان کښې ولاړ وو۔ بلکې ځنو مؤرخینو خو لیکلے دی چې صرف لس(۱۰) کسه (عشره مبشره) پهٔ میدانِ جنګ کښې لکه دَ غرهٔ پهٔ خپل ځائې مضبوط ولاړ وو۔ نور ټول فوځ ګډوډ شوے وهٔ۔ دا یو خاصه موقع وه چې دنیا دَ پېغمبرانه شجاعت ، صداقت اؤ توکل دَ عقل نه بهر تماشه پهٔ خپلو سترګو ولیده۔ حضور اکرمﷺ پهٔ سپین قچر سور دے۔ حضرت عباسؓ یو رکاب اؤ حضرت ابوسفیانؓ بن الحارث ېٔ بل رکاب نیؤلے دولس زره (۱۲۰۰۰) لښکر ګډود شوے دے۔ هر طرف ته دَ غشو باران دے۔ لېکن دَ الله دَ طرف نه پهٔ خپل حبیبﷺ اؤ دَ هغهٔ پهٔ یو څو جانبازو دَ اطمینان اؤ رحمت اؤ غیبی امداد نهٔ لیدونکے باران وریږی۔ اؤ دَ هغوی دَ څلور زره (۴۰۰۰) بې قابو دښمنانو پهٔ ګېره کښې پهٔ اطمینان ولاړ دی اؤ آخر دَ دې اطمینان اثر پهٔ نور لښکر هم پرېوتو۔ دَ کوم طرف نه چې دَ دښمن فوځ را روان وهٔ هم هغې طرف ته دَ حضور اکرمﷺ دَ قچر مخ وهٔ اؤ پهٔ مخکښې روان وهٔ۔ زړهٔ ېٔ خپل الله ته متوجه وهٔ ، اؤ پهٔ خلهٔ ېٔ دا دَ صداقت اؤ بهادریٔ الفاظ وو۔ اَنَا النَّبِیُّ لَا کَذِبْ ۔ اَنَا بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبْ (بېشکه زهٔ دَ الله نبی یم۔ زهٔ دَ عبدالمطلب اولاد یم)
پهٔ دغه حالت کښې ېٔ اصحابوؓ ته آواز وکړو۔
اِلَیَّ عِبَادَ اللہِ و اِلَیَّ اَنَا رَسُوْلُ اللہِ ۔
(دَ الله بندګانو ما ته راشیٔ۔ زهٔ دَ الله رسول یم ما ته راجمع شیٔ)
دَ حضرت عباسؓ آواز ډېر ګړنګ وهٔ۔ نو بیا دَ حضور اکرمﷺ پهٔ وینا حضرت عباسؓ چغې ووهلې۔
”اے مهاجرینو ۔ اے انصارو ۔ اے بیعتِ رضوان والؤ چرته ځیٔ۔ رسول اللهﷺ دا دے ولاړ دے۔ دې خوا راوګرځیٔ“۔
دا آواز اورېدل وو چې تښتېدونکے لښکر ټول دې طرف ته راغونډ شو۔ کهٔ دَ چا سورلی اوښ یا اس دَ ګڼې پهٔ وجه نهٔ را واپس کېدو نو سورلی ېٔ پرېښوه اؤ پیاده را روان شو۔ دلته اسلامی لښکر دوباره راغونډ شو۔ هلته ورته الله پاک دَ امداد دپاره فرښتې را واستؤلے۔ دلته حضور اکرمﷺ یو موټے شګې کفارو طرف ته وویشتې چې هغه دَ الله پهٔ قدرت دَ هر کافر سترګو ته ورسېدے۔ هغوی پهٔ سترګو مښلو شو اؤ څومره اسلامی جانباز چې راغونډ شوی وو هغوی پرې یکدم حمله وکړه۔ کافران نور دَ ټینګې نهٔ وو ، منډې ېٔ کړې۔ اؤ چې نور وروستی مسلمانان راجمع کېدل نو بیا میدان صفا وهٔ۔ جنګ ختم وهٔ۔ پهٔ زرګونو قیدیان تړلی پراتهٔ وو۔ اؤ دَ مالِ غنیمت ډیری لګېدلی وو۔ پهٔ دې طریقه دې کافرانو ته سزا ورکړې شوه۔
ثُمَّ یَتُوْبُ اللّٰهُ مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۲۷
بیا توبه نصیب کړی الله دَ دې نه پس چا ته چې ېٔ خوښه وی۔ اؤ الله بخښونکے مهربانه دے ف۲۴
ف۲۴: چنانچې دَ هوازن قبیلې ډېر خلق دې نه پس مسلمانان شو۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّمَا الْمُشْرِكُوْنَ نَجَسٌ فَلَا یَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هٰذَا١ۚ وَ اِنْ خِفْتُمْ عَیْلَةً فَسَوْفَ یُغْنِیْكُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖۤ اِنْ شَآءَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۲۸
اے ایماندارو مشرکان چې دی دا پلیت دی نو نژدے دې نهٔ راځی مسجد حرام ته پس دَ سږکال نه۔ ف۲۵ اؤ کهٔ تاسو دَ غریبیٔ نه ویرېږیٔ نو الله به تاسو غنیان کړی پهٔ خپل فضل کهٔ وغواړی۔ بېشکه الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ پوهه دَ حکمت ف۲۶ خاوند دے۔
ف۲۵: کله چې الله تعالیٰ دَ مشرکانو طاقت ختم کړو۔ اؤ پهٔ سن ۸ هجری کښې مکّه معظّمه فتح شوه نو ټول عرب قبائل ډلې ډلې اسلام ته را واؤړېدل۔ نو بیا ېٔ پهٔ سن ۹ هجری کښې دا اعلان وکړو چې دې نه پس به مشرکان مسجد حرام ته نژدے نهٔ راځی ځکه چې دَ دوی زړونه دَ شرک پهٔ پلیتیٔ پلیت دی نو دوی داسې پاک ځائې ته دَ ورتلو قابل نهٔ دی۔ دَ صحیح احادیثو نه ثابته ده چې دې نه پس نبی کریمﷺ حکم کړے وهٔ چې جزیرة العرب دَ غیر مسلمو ټولو نه (یهودیان وی کهٔ مشرکان کهٔ عیسایان) پاکؤل پکار دی۔ دَ نبی کریمﷺ دا فرمان دَ حضرت عمرؓ پهٔ زمانه کښې تکمیل ته ورسېدو۔ اوس کافرو ته پهٔ جزیرة العرب کښې دَ وسیدو اجازت نشته۔ پهٔ مسلمانانو باندې جزیرة العرب دَ کفر نه پاک ساتل فرض دی۔ البته دَ امام اعظمؒ پهٔ مسلک یو کافر دَ مسافر پهٔ حیثیت دَ بادشاه پهٔ اجازت عارضی قیام کؤلے شی۔ کهٔ دَمصلحت خلاف نهٔ وی۔ باقی دَ حج یا عمرې پهٔ نیت یو مشرک ته هم اجازت نشته۔ حدیث شریف دے۔ اَلَا لَا یَحُجَّنَّ بَعْدَ الْعَامِ مُشْرِکٌ۔ (یو مشرک دې هم دَ دې کال نه پس حج نهٔ کوی)
ف۲۶: پهٔ حرم شریف دَ مشرکانو بندیز باندې مسلمانانو سره دا خطره شوه چې زمونږ تجارت ته به نقصان ورسی۔ دَ تجارت کوم سامان چې به دې خلقو راؤړو هغه به اوس نهٔ راؤړی (نهٔ به دَ دې ځائې مال اخستے شی) نو تجارت به پهٔ ټپه ودریږی۔ ځکه الله پاک تسلّی ورکوی چې ستاسو مالدارؤل زما کار دے۔ کهٔ زهٔ وغواړم نو څهٔ وخت پکښې نهٔ لګی۔ نو الله پاک داسې وکړل چې دغه قبائلو پهٔ لږو ورځو کښې ټولو اسلام راؤړو۔ اؤ دَ لرې لرې نه دَ تجارت سامان راتلل شروع شو۔ دلته بارانونه هم ډېر وشو۔ وطن آباد شو۔ غله ډېره وشوه۔ پهٔ جهادونو اؤ فتوحاتو کښې مالِ غنیمت هم ډېر پهٔ لاس ورغلو اؤ دَ یهودیانو جزیه هم راتله۔ غرض دا چې دَ تجارت نه علاوه هم دَ مالداریٔ اسباب نور الله پاک ډېر پیدا کړل۔ بېشکه دَ الله پاک هر حکم دَ حکمتونو نه ډک وی۔
قَاتِلُوا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ لَا بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ لَا یُحَرِّمُوْنَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ وَ لَا یَدِیْنُوْنَ دِیْنَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حَتّٰی یُعْطُوا الْجِزْیَةَ عَنْ یَّدٍ وَّ هُمْ صٰغِرُوْنَ۠۝۲۹
جنګېږیٔ هغه کسانو سره چې ایمان نهٔ راؤړی پهٔ الله اؤ پهٔ ورځ دَ آخرت اؤ نهٔ حرام ګڼی هغه څیزونه چې حرام کړی دی الله اؤ دَ هغهٔ رسول اؤ نهٔ قبلوی حق دین دَ هغه خلقو نه کوم چې اهل کتاب دی۔ تر دې چې جزیه ورکړی پهٔ خپل لاس اؤ ذلیل شی ف۲۷
ف۲۷: چې دَ مشرکانو خبره فیصله شوه۔ دَ هغوی طاقت ختم شو نو حکم وشو چې اوس دَ یهودیانو اؤ عیسایانو وار دے۔ دَ بت پرستو نه خو دَ جزیرة العرب بالکل پاکؤلو حکم وهٔ۔ اؤ دَ اهلِ کتابو پهٔ حق کښې صرف دومره حکم وشو چې دَ هغوی دَ طاقت دې غلبه نهٔ وی چې دَ اسلام پهٔ خورېدو کښې خنډ نهٔ شی پیدا کؤلے۔ کهٔ دَ عربو پهٔ ملک کښې وسی نو چې دَ مسلمانانو دَ لاس لاندې وی۔ کهٔ جزیه ورکوی نو اسلامی حکومت به دَ هغهٔ دَ ځان اؤ مال حفاظت کوی۔ اؤ کهٔ داسې نهٔ وسی نو دَ هغوی سره هم بیا دَ جنګ حکم دے دَ مشرکانو پهٔ شان۔ ځکه چې دوی هم پهٔ الله اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ ایمان نهٔ لری اؤ دَ الله اؤ دَ رسولﷺ حکمونه نهٔ منی۔ دا خو پرېږده چې دَ خپل نبی تابعداری هم سمه نهٔ کوی۔ بلکې دَ خپلو خواهشونو اؤ رواجونو تابعداری کوی۔ کوم رښتونې دین چې حضرت عیسیٰؑ راؤړے وهٔ یا کوم چې اوس نبی آخر زمانﷺ راؤړے دے دا یو هم حقه نهٔ منی۔ بلکې پهٔ دې کوشش کښې لګیا دی چې دَ الله دَ دین بله ډیوه پهٔ پوکیو مړه کوی۔ داسې نالائقه کهٔ آزاد پرېښوې شی نو پهٔ ملک کښې به فساد جوړ شی۔
وَ قَالَتِ الْیَهُوْدُ عُزَیْرُ اِ۟بْنُ اللّٰهِ وَ قَالَتِ النَّصٰرَی الْمَسِیْحُ ابْنُ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكَ قَوْلُهُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ١ۚ یُضَاهِـُٔوْنَ قَوْلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ١ؕ قٰتَلَهُمُ اللّٰهُ١٘ۚ اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ۝۳۰
اؤ یهودو ووې چې عزیرؑ دَ الله ځوئے دے۔ ف۲۸ اؤ عیسایانو ووې چې مسیحؑ دَ الله ځوئے دے۔ داسې خبرې دَ خلې نه وباسی دَ هغه خلقو پهٔ شان چې دَ دوی نه مخکښې کافران شوی وو۔ ف۲۹ دوی دې الله هلاک کړی دا کوم خوا ته روان دی۔ ف۳۰
ف۲۸: دَ احایثو نه معلومیږی چې دَ هغه زمانې دَ ځنو یهودو دا عقیده وه چې حضرت عزیرؑ دَ الله ځوئے دے۔ لېکن دا عقیده دَ ټولو یهودو نهٔ وه اؤ وروستو خو عالمانو لیکلی دی چې اوس دَ یو یهودی هم دا عقیده نشته۔ اؤ کهٔ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ وخت دَ یهودو دا عقیده نهٔ وې نو ضرور به پهٔ دې آیت چا اعتراض کړے وهٔ۔ لکه: اِتَّخَذُوْۤا اَحْبَارَهُمْ وَ رُهْبَانَهُمْ اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللہِ ۔
آیت باندې چې عدی بن حاتم اعتراض کړے وهٔ چې احبار اؤ رهبانو ته خو څوک الله نهٔ وائی۔ دَ دې چې کوم ځواب حضور اکرمﷺ ورکړے وهٔ هغه مخکښې راځی۔ نو دَ یهودو پهٔ دې آیت اعتراض نهٔ کؤل دَ دې دلیل دے چې پهٔ هغوی کښې دَ دې عقیدې خلق موجود وو۔ البته څنګه چې زمانې تېرېدو سره ډېر باطل مذهبونه ختم شوی دی۔ دَ دې عقیدې خلق به هم ختم شوی وی۔ باقی پهٔ هغه وخت کښې ضرور وو۔
(علامه عثمانی فرمائی) اؤ ما خپله دَ یو مشهور عالم حضرت امیر شاه خان صاحب مرحوم نه اوریدلی دی چې دَ فلسطین دَ سیاحت پهٔ ورځو کښې ما دَ دې عقیدې یهودیان لیدلی دی۔ هغوی ته دَ دې عقیدې پهٔ وجه عزیری وئیلی شی۔ والله اعلم
ف۲۹: یعنی مسیحؑ دَ الله ځوئے منلو یا الله منلو دا عقیده داسې ده لکه دَ نورو مشرکانو۔ بلکې اهلِ کتابو کښې دا عقیده هم دَ هغوی پهٔ وجه پیدا شوے ده لکه چې مونږ دَ سورت مائده پهٔ فوائدو کښې لیکلے ده۔
ف۳۰: یعنی الله دې دوی تباه کړی ، دَ توحید دَ صفا رڼا راتلو نه پس اوس چرته پهٔ تیرو کښې ټکرې وهی۔
اِتَّخَذُوْۤا اَحْبَارَهُمْ وَ رُهْبَانَهُمْ اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ الْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ١ۚ وَ مَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوْۤا اِلٰهًا وَّاحِدًا١ۚ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ سُبْحٰنَهٗ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۝۳۱
دوی جوړ کړل دَ خپلو عالمانو اؤ بزرګانو نه خدایان الله ېٔ پرېښود ف۳۱ اؤ دَ مسیحؑ ځوی دَ مریم نه ېٔ هم، اؤ دوی ته دا حکم شوے وهٔ چې بندګی کویٔ خالص دَ یو الله دَ هېچا عبادت نشته بې دَ هغهٔ نه ، هغه پاک دے دَ دوی دَ شرکونو نه۔
ف۳۱: یعنی دَ دوی عالمانو اؤ عابدانو به دَ ځان نه مسئلې جوړؤلے۔ کهٔ حلال ته به ېٔ حرام ووېٔ اؤ کهٔ حرام ته به ېٔ حلال ووېٔ۔ دوی به هم پهٔ هغې عمل کؤلو۔ دا به ېٔ نهٔ کتل چې دَ الله پهٔ کتاب کښې مسئله څنګه ده۔ بس صرف دَ خپلو عالمانو پهٔ خلهٔ پسې تلل اؤ دَ هغوی دا حال وهٔ چې کهٔ چا به لږ رشوت ورکړو یا به ېٔ څهٔ عزت پکښې لیدو نو مسئله به ېٔ اخوا واړؤله څنګه چې څو آیته پس راځی۔ نو یو شے حلال یا حرام کؤل چې دَ الله پاک کار دے ، دوی هغه کار خپلو عالمانو اؤ بزرګانو ته سپارلے وهٔ۔ پهٔ دغه وجه وئیلی شی چې دوی دَ احبارو اؤ رهبانو نه خدایان جوړ کړی دی۔ اؤ دغه ځواب حضور اکرمﷺ عدی بن حاتم ته ورکړے وهٔ۔ دَ حضرت حذیفهؓ نه دغسې نقل شوے دے۔ شاه صاحب لیکلی دی۔ دَ عالم قول هله دَ منلو دے چې دَ شریعت مطابق وی، اؤ کهٔ معلومه شی چې دې پکښې دَ ځان نه بدلی کوی نو بیا ېٔ منل جائز نهٔ دی۔
یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ وَ یَاْبَی اللّٰهُ اِلَّاۤ اَنْ یُّتِمَّ نُوْرَهٗ وَ لَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ۝۳۲
دوی دا غواړی چې دَ الله رڼا دَ خلې پهٔ پوکو مړه کړی اؤ الله ضرور خپله رڼا پوره خوروی اګرچې کافران پرې بد منی۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی دَ توحید اؤ اسلام دَ نمر راختو نه پس دَ شرک اؤ ټګۍ خبرې چرته چلېدے شی۔ دَ اسلام پهٔ مقابله کښې دا بې حقیقته بحثونه پورته کؤل داسې دی لکه یو بې وقوف چې دَ نمر یا سپوږمۍ رڼا پهٔ پوکیو مړه کوی۔ دوی هر څومره کوشش چې کوی خو الله پاک به حق دین ته غلبه ورکوی اؤ دَ توحید رڼا به پهٔ ټول جهان خوریږی۔
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَ دِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ١ۙ وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ۝۳۳
هم هغهٔ راستؤلے دے خپل رسول دَ هدایت اؤ حق دین سره چې غلبه ورکړی دې دین ته پهٔ ټولو دینونو اګر کهٔ مشرکان پرې بد منی۔ ف۳۳
ف۳۳: پهٔ نورو دینونو دَ اسلام غلبه دَ عقلی دلیل پهٔ لحاظ خو پهٔ هر وخت کښې اؤ هره زمانه کښې څرګنده ده ۔ باقی دَ حکومت اؤ ظاهری غلبې پهٔ لحاظ پهٔ هغه وخت حاصله شوے ده تر څو چې مسلمانان پهٔ خپلو اصولو چلېدل اؤ پهٔ ایمان اؤ تقوٰی کښې مضبوط اؤ جهاد فی سبیل الله پهٔ لار کښې ثابت قدم وو۔ اؤ بیا به هم همېشه دپاره حاصله وی کهٔ مسلمانان دَ خپل اسلامی قانون پابند شی اؤ پهٔ تقوٰی اؤ جهاد فی سبیل الله کښې مضبوط اؤ ثابت قدم شی۔ اؤ دَ دینِ حق داسې غلبه چې باطل دینونه بالکل دَ زمکې دَ مخ نه ورک شی۔ دا به دَ عیسٰیؑ دَ راکوزېدو نه پس قیامت ته نژدے ورځو کښې راځی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْاَحْبَارِ وَ الرُّهْبَانِ لَیَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ وَ الَّذِیْنَ یَكْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَ الْفِضَّةَ وَ لَا یُنْفِقُوْنَهَا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ۙ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍۙ۝۳۴
اے ایماندارو ډېر عالمان اؤ بزرګان دَ اهلِ کتابو خوری دَ خلقو مالونه پهٔ ناحقه اؤ منع کوی (خلق) دَ الله دَ لارې نه۔ ف۳۴ اؤ کوم خلق چې جمع ساتی سرهٔ اؤ سپین زر اؤ نهٔ ېٔ لګوی دَ الله پهٔ لار کښې ، نو ورته زېرے وکړه دَ دردناک عذاب۔ ف۳۵
ف۳۴: دا احبار اؤ رهبان روپۍ اخلی اؤ دَ شریعت احکام بدلوی۔ لېکن عوامو دوی ته دَ خداییٔ درجه ورکړے ده۔ یعنی دوی هر څهٔ چې وائی عوام ېٔ بې تپوسه منی۔ دغه شان دَ دوی مشران نذرانې اخلی اؤ دَ خپلې مشریٔ دَ پخؤلو دپاره ېٔ عوامو ته دَ ټګۍ جال خور کړے دے۔ دَ حق دین قبلؤلو نه ېٔ منع کوی۔ ځکه کهٔ هغوی مسلمانان شی خو دَ دوی دَ جال نه وځی اؤ دَ دوی پهٔ آمدن کښې فرق راځی۔ دا خبرې مسلمانانو ته دې دپاره بیانیږی چې دَ نورو قومونو دَ تباهیٔ دَ اسبابو نه خبر شی اؤ ځان ترېنه وساتی۔ دَ نورو قومونو دَ تباهیٔ سبب دا درے ډلې وې۔ عالمان ، درویشان اؤ مالدار سرداران۔ دَ دوؤ ډلو بیان خو دلته وشو دَ دریٔمې ډلې حال وروستو راځی۔
دَ ابن مبارکؒ قول دے۔ ”وَ هَلْ اَفْسَدَ الدِّیْنَ اِلَّا الْمُلُوْكُ وَ اَحْبَارُ سُوْءٍ وَ رُهْبَانُهَا“۔
(دین نهٔ دې خراب کړے مګر بادشاهانو اؤ ناکاره عالمانو اؤ پیرانو۔
ف۳۵: کوم خلق چې مال جمع کوی۔ حلال حرام ته ېٔ نهٔ ګوری اؤ بیا ېٔ دَ الله پهٔ لار کښې نهٔ خرڅ کوی (مثلًا زکوٰة اؤ نور ضروری حقونه نهٔ ادا کوی) دَ هغوی سزا دا ده چې دغه مالونه دَ دوزخ پهٔ اور کښې سرهٔ کړې شی اؤ دوی ته به پهٔ مخ ، شا اؤ اړخونو داغونه ورکؤلے شی چې دا ستاسو هغه جمع کړے مال دے اوس ېٔ خوند وڅکیٔ۔ نو دَ دې حکم نه دَ دغه احبارو اؤ رهبانو حال هم معلوم شو چې دوی دَ خلقو نه پهٔ ناجائزه طریقو مالونه اخلی اؤ دَ خپلو فائدو دپاره خلق دَ حقې لارې نه بندوی نو پهٔ آخرت کښې به دَ دوی هم دغه حال وی (بهرحال مال هغه ښهٔ دے چې پهٔ آخرت کښې ېٔ وبال نهٔ وی)
یَّوْمَ یُحْمٰی عَلَیْهَا فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوٰی بِهَا جِبَاهُهُمْ وَ جُنُوْبُهُمْ وَ ظُهُوْرُهُمْ١ؕ هٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ فَذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُوْنَ۝۳۵
پهٔ کومه ورځ چې سور به کړې شی دغه مال دَ دوزخ پهٔ اور کښې بیا داغونه به ورکؤلے شی پرې دَ دوی تندیو ته اؤ اړخونو ته اؤ شاګانو ته ۔ (ورته به وئیلے شی) دا ستاسو هغه مالونه دی چې ځان سره به مو جمع کؤل اؤ خوند وڅکیٔ دَ خپلو جمع کؤلو۔ ف۳۶
ف۳۶: شوم مالدار ته چې دَ الله دپاره دَ مال خرڅ کؤلو ووئیلی شی نو هغه پرې تندې ګونجے کړی۔ اؤ کهٔ بیا ورته وائې نو اړخ بدل کړی، مخ بل خوا واړوی۔ چې زهٔ نهٔ اورم۔ اؤ کهٔ پهٔ دې هم خلاص نهٔ شی نو شا کړی پهٔ بله مخه روان شی۔ ځکه به دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ دې درے ځایونو مخ ، اړخ ، شا داغونه ورکؤلے شی ، چې دَ سرو ، پیسو جمع کؤلو خوند ورته معلوم شی۔
اِنَّ عِدَّةَ الشُّهُوْرِ عِنْدَ اللّٰهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ یَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ مِنْهَاۤ اَرْبَعَةٌ حُرُمٌ١ؕ ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ١ۙ۬ فَلَا تَظْلِمُوْا فِیْهِنَّ اَنْفُسَكُمْ وَ قَاتِلُوا الْمُشْرِكِیْنَ كَآفَّةً كَمَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ كَآفَّةً١ؕ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ۝۳۶
بېشکه دَ میاشتو شمار دَ الله سره دولس میاشتې دے دَ الله پهٔ کتاب کښې۔ پهٔ کومه ورځ چې هغهٔ پیدا کړل آسمانونه اؤ زمکه پهٔ دې کښې څلور میاشتې دَ عزت دی۔ هم دغه سم دین دے۔ ف۳۷ پهٔ دې کښې ظلم مهٔ کویٔ پهٔ خپلو ځانونو اؤ جنګېږیٔ دَ مشرکانو سره پهٔ هر حالت کښې څنګه چې درسره هغوی جنګیږی پهٔ هر حالت کښې اؤ پهٔ دې پوهه شیٔ چې الله دَ پرهیزګارو ملګرے دے۔ ف۳۸
ف۳۷: (علامه عثمانی فرمائی چې) زما پهٔ خیال دَ مخکښې نه دَ مضمون سلسله داسې راغلے ده چې تېره رکوع کښې اول دَ مشرکانو سره اؤ بیا دَ یهودو اؤ عیسایانو سره دَ جهاد حکم بیان شو۔ بیا پهٔ دې رکوع کښې وښیٔلې شوه چې دَ اهلِ کتابو عقائد اؤ طور طریقې هم دَ مشرکانو پهٔ شان دی۔ دَ دوی عیسٰیؑ اؤ عزیرؑ ته دَ الله ځامن وئیل داسې دی لکه مشرکان چې فرښتو ته دَ الله لوڼه وائی (نعوذ بالله) بلکې پهٔ عیسایانو کښې دا عقیده دَ مشرکانو دَ تقلید پهٔ وجه راغلے ده۔ مشرکانو بتانو ته دَ خداییٔ درجه ورکړے وه نو دوی عیسٰیؑ ته ورکړه۔ اؤ سره دَ کتاب لوستو دَ وعدې ېٔ دَ احبارو اؤ رهبانو حکمونو ته دَ شریعت درجه ورکړه۔ یعنی عالمانو اؤ پیرانو چې پهٔ مالونو اؤ نذرانو خوړلو کوم شے جائز یا ناجائز کړو۔ دوی به دَ الهامی حکم پهٔ ځائې هغه ومنلو۔ دَ دوی دا طریقه هم دَ مشرکانو پهٔ شان وه۔ دَ هغوی مشرانو به هم دَ ځان نه دَ جائز اؤ ناجائز حکم جوړ کړو اؤ الله ته به ېٔ نسبت کؤلو څنګه چې پهٔ سورتِ انعام کښې پهٔ تفصیل سره بیان شوی دی۔ دلته هم دَ مثال دپاره دَ هغوی یوه خبره بیانیږی۔ پهٔ عربو کښې دَ ډېرې زړې زمانې راسې دا رواج جاری وهٔ چې دَ کال پهٔ دولس میاشتو کښې څلور میاشتې رجب ، ذی القعده ، ذی الحجه ، محرم ۔ دَ عزت میاشتې ګڼلې شوې۔ پهٔ دې کښې جنګ جګړه بالکل بند وو۔ تر دې چې یو سړی به دَ پلار دَ مرګ بدل هم دې میاشتو کښې نهٔ شو اخستے۔ بلکې ځنو عالمانو لیکلی دی چې اصل کښې دا حکم دَ ملّتِ ابراهیمی نه پهٔ عربو کښې راغلے دے۔ دَ اسلام خورېدو نه لږ مخکښې چې پهٔ عربو کښې خونرېزیٔ اؤ جنګ جګړو ډېر زور کړے وهٔ۔ اؤ دَ جهالت اؤ زور ظلم غلبه وه۔ نو دا قاعده ېٔ جوړه کړه۔ چې کهٔ دَ محرّم پهٔ میاشت کښې به یو طاقتورې قبیلې دَ جنګ نیت وکړو، نو دَ قبیلې سردار به اعلان وکړو چې څږکال به دَ محرّم پهٔ ځائې دَ صفرې میاست حرامه وی۔ بیا به ېٔ بل کال ته اعلان وکړو۔ چې اوس به لکه دَ پخوا بیا دَ محرّم میاشت حرامه وی۔ اؤ دَ صفرې به حلاله وی۔ دې رسم ته نَسِی وئیلې شی۔ ابن کثیرؒ لیکلی دی چې دا وړاندې وروستو کؤلو معامله صرف دَ محرّم اؤ صفرې پهٔ میاشتو کښې کېده (ذی القعده ، ذی الحجه ، محرّم، درے میاشتې به ورپسې حرامې وې نو درے میاشتې صبر به ورته ګران شو جوړ محرّم به ېٔ وروستے کړو) امام المغازی بن اسحٰقؒ لیکلی دی چې دَ ټولو نه اول دا رواج دَ کنانه قبیلې قلمس نومې سردار جاری کړے وهٔ۔ بیا دَ هغوی پهٔ اولاد کښې هم دغسې راتللو۔ پهٔ آخر کښې خو به هر کال دَ حج پهٔ موقع دَ کنانه قبیلې سردار ابوؔثمامه دا اعلان کؤلو چې څږکال به محرّم پهٔ حرامو میاشتو کښې شمار وی کهٔ صفره۔ دغه شان وار پهٔ وار به محرّم اؤ صفره دَ حرمت پهٔ میاشتو کښې بدلېدل اؤ عوامو به هم دَ هغهٔ پهٔ دغه اعلان عمل کؤلو۔ ګویا دَ کافرو دَ کفر پهٔ زیاتوالی کښې یوه خبره دا هم وه چې دَ الله پاک دَ میاشتو دَ حرام یا حلال کؤلو حق ېٔ دَ الله پهٔ ځائې دَ کنانه سردار ته حواله کړے وهٔ۔ هم دغه شان یهودو اؤ عیسایانو هم دَ یو څیز دَ حلال یا حرام، جائز یا ناجائز حکم خپلو احبارو اؤ رهبانو ته حواله کړے دے بالکل دَ مشرکانو پهٔ شان نو دَ دې مشابهت څرګندؤلو دپاره دلته دا دَ نَسِیٔ ذکر شوے دے۔ اؤ اِنَّ عِدَّۃَ الشُّهُوْرِ عِنْدَ اللہِ الآیة دَ دې دَ رد دپاره تمهید دے۔ یعنی دا دَ نن خبره نهٔ ده۔ کله نه چې الله پاک زمکه اؤ آسمانونه پیدا کړی دی نو الله پاک دَ شرعی احکامو جاری کؤلو دپاره دَ کال دولس میاشتې مقرر کړی دی۔ پهٔ دې دولسو کښې دا څلور میاشتې زیاتې دَ حرمت والا دی۔ چې پهٔ دې کښې دَ ظلم زیاتی نه خاص طور سره ځان ساتل پکار دی۔ دغه دَ ملّتِ ابراهیمی نېغه لار ده۔
ف۳۸: حضرت شاه صاحب لیکی دَ دې آیت نه معلومیږی چې دَ کفارو سره جهاد همېشه روا دے ، پهٔ دې څلورو میاشتو کښې هم (لکه چې غزوهٔ تبوک پهٔ رجب کښې شوے وهٔ) اؤ پهٔ خپلو کښې ظلم اؤ زیاتې همېشه ناجائز دے لېکن دې میاشتو کښې زیات ناروا دے۔ دَ اکثرو عالمانو دا رائے ده لېکن کهٔ کافر دَ دې میاشتو احترام کوی نو مونږ ته هم دَ جنګ ابتداء نهٔ ده پکار۔
اِنَّمَا النَّسِیْٓءُ زِیَادَةٌ فِی الْكُفْرِ یُضَلُّ بِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُحِلُّوْنَهٗ عَامًا وَّ یُحَرِّمُوْنَهٗ عَامًا لِّیُوَاطِـُٔوْا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ فَیُحِلُّوْا مَا حَرَّمَ اللّٰهُ١ؕ زُیِّنَ لَهُمْ سُوْٓءُ اَعْمَالِهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ۠۝۳۷
بېشکه دا دَ میاشتو له خپله ځایه خوزؤل چې دی نو دا ورزیاته کړې شوے خبره ده دَ کفر پهٔ زمانه کښې ، ګمراه کیږی به دې باندې کافران چې هلاله ګڼی دا میاشت یو کال اؤ حرامه ېٔ ګڼی بل کال چې پوره کړی شمیر دَ هغه میاشتو چې الله عزت ورکړے دے۔ بیا حلالې ګڼی هغه میاشتې چې الله حرامې کړی دی۔ ښائسته ښکاری دوی ته خپل ناکاره عملونه۔ اؤ الله لار نهٔ ښیٔ کافر قوم ته۔ ف۳۹
ف۳۹: یعنی ناکاره کار ښهٔ ګڼی۔ اؤ چې عقل اپوټه شی نو صحیح لار به څنګه بیا مومی۔ پهٔ دې آیت کښې چې دَ رسمِ نَسِیٔ کوم ذکر دے دَ دې تفصیل پهٔ وړومبیٔ فائده کښې دَ آیت ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ پهٔ ذیل کښې بیان شوے دے۔ ځنی قومونه چې دَ خپلو میاشتو دَ حساب سمؤلو دپاره دَ لوند میاشت پهٔ هر دریم کال زیاتوی هغه پهٔ نَسِیٔ کښې نهٔ ده شمار۔ ځنو مشرانو عالمانو لیکلی دی چې عربو به دَ جهالت پهٔ زمانه کښې دَ میاشتو شمار زیاتؤلو۔ کله به ېٔ دَ کال څوارلس میاشتې کړې ، کله دولس اؤ کله به ېٔ داسې حساب جوړ کړو چې دَ ذی القعدې پهٔ ځائې به ذی الحجه راغله۔ تر دې چې پهٔ سن ۹ هجری کښې دَ حضرت ابوبکر صدیقؓ حج هم دَ هغوی دَ غلط حساب پهٔ وجه دَ ذی القعدې پهٔ میاشت کښې راغلے وهٔ۔ پهٔ حدیث شریف کښې دَ اِنَّ الزَّمَانَ قَدِ اسْتَدَارَ کَهَیْئَتِهٖ مطلب هم هغوی پهٔ دې طریقه بیان کړے دے۔ دا ټولې خبرې حافظ ابن کثیرؒ پهٔ خپل تفسیر کښې پوره تفصیل سره بیان کړی دی۔ هلته ېٔ کتل پکار دی۔ دلته دَ پوره تفصیل ګنجائش نشته (علامه عثمانی لیکی) کهٔ دَ مستقل تفسیر لیکلو توفیق الله راکړو څنګه چې مې نیت دے پهٔ هغې کښې به ېٔ پوره تفصیل وکړم۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَا لَكُمْ اِذَا قِیْلَ لَكُمُ انْفِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اثَّاقَلْتُمْ اِلَی الْاَرْضِ١ؕ اَرَضِیْتُمْ بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا مِنَ الْاٰخِرَةِ١ۚ فَمَا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا قَلِیْلٌ۝۳۸
اے ایماندارو پهٔ تاسو څهٔ چل شوے چې تاسو ته ووئیلی شی چې کوچ وکړیٔ دَ الله پهٔ لار کښې نو تاسو پهٔ زمکه پورې ونښلیٔ ۔ آیا تاسو دَ دنیا ژوند خوښ کړو دَ آخرت پهٔ مقابله کښې۔ نو دَ دنیا دَ ژوند فائده خو دَ آخرت پهٔ مقابله کښې ډېره لږه ده۔ ف۴۰
ف۴۰: پهٔ تېره رکوع کښې دَ قَاتِلُوا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللہِ ۔ الآیة کښې دَ اهلِ کتابو سره دَ جهاد ترغیب ورکړې شوے وهٔ ۔ دې رکوع کښې مسلمانان دَ تبوک دَ غزا دپاره بېدارؤلے شی۔ پهٔ مینځ کښې چې ضمنی طور کوم مضامین راغلی دی دَ هغې ربط پهٔ خپله خپله موقع بیان شوے دے۔ ګویا کهٔ دا ټول آیتونه دَ دې رکوع دپاره تمهید وو اؤ دا رکوع دَ غزوهٔ تبوک دَ بیان دپاره تمهید دے۔ دَ فتح مکّې معظّمې اؤ غزوهٔ حنین نه پس پهٔ سن ۹ هجری کښې حضور اکرمﷺ ته خبر ورسېدو چې دَ شام نصرانی بادشاه (ملک غسان) دَ قیصر روم پهٔ امداد پهٔ مدینه منوره باندې حمله کوی۔ حضور اکرمﷺ دا مناسب وګڼله چې دَ هغوی دَ حملې نه اول دَ شام پهٔ سرحد دَ هغوی مقابلې ته فوځونه ووځی۔ نو حضور اکرمﷺ عامو مسلمانانو ته دَ جهاد دَ تیاریٔ حکم ورکړو۔ دَ ګرمیٔ ورځې وې۔ دَ قحط سالۍ زمانه وه۔ دَ کجورو فصل پهٔ پخېدو وهٔ۔ باغونو کښې ښهٔ یخ سېورے وهٔ۔ پهٔ داسې وخت کښې دومره وږد مزل اؤ نهٔ صرف دَ ملک غسان بلکې دَ قیصر روم باقاعده تربیت یافته اؤ پهٔ وسله پوره فوځونو سره مقابلې ته وتل ټوقې نهٔ وې۔ سوا دَ مخلصو جانبازو سرفروشو نه دَ بل چا داسې قدم پورته کؤلو ته جوړ نهٔ شو راتلې۔ نو منافقانو دَ دروغو بهانې جوړؤل شروع کړل بلکې ډېر کمزوری مسلمانان هم داسې وږد اؤ سخت سفر نه ویرېدل۔ پهٔ هغوی کښې ډېر خو بیا پهٔ آخر کښې روان شو۔ صرف دَ شمیر یو څو کسه پاتی شو چې دَ سستیٔ پهٔ وجه دَ داسې غټ اجر نه محروم شو۔ بهرحال حضور اکرمﷺ دَ دیرش زره بهادرانو سره دَ شام سرحد ته روان شو اؤ دَ تبوک پهٔ مقام ېٔ پړاؤ وکړو۔ اؤ دَ قیصرِ روم پهٔ نوم ېٔ خط واستؤلو اؤ پهٔ هغې کښې ېٔ ورته دَ اسلام دعوت ورکړو۔ هغهٔ ته دَ حضور اکرمﷺ صداقت معلوم شوے وهٔ خو قوم ورسره ملګرتیا نهٔ کؤله نو هغه هم دَ اسلام نه محروم پاتې شو۔ دَ شام خلقو ته چې دَ اسلامی لښکر پته ولګېده نو قیصرِ روم ته ېٔ خبر واستؤلو خو هغهٔ ورسره امداد ونهٔ کړو۔ دَ شام بادشاه پهٔ اطاعت مجبور شو اؤ بیا دَ فاروقِ اعظمؓ پهٔ زمانه کښې دَ شام ملک فتح شو۔ کله چې حضور اکرمﷺ دَ تبوک نه کامیاب واپس شو اؤ الله پاک پهٔ لویو لویو حکومتونو دَ اسلام رعب کښېنؤلو نو دَ مدینې منافقان ډېر شرمنده اؤ رسوا شو۔ اؤ کوم مخلص مسلمانان چې صرف دَ ناراستیٔ پهٔ وجه دَ شرکت نه محروم شوی وو، هغوی ډېر پښېمانه اؤ غمژن شو۔ پهٔ دې رکوع کښې دَ شروع نه تر لرې پورې دغه واقعات بیان شوی دی چې زیات پکښې دَ منافقانو حال دے۔ پهٔ ځنې ځنې ځائې کښې مسلمانانو ته هم خطاب شوے دے پهٔ دې آیت کښې ډېر پهٔ زور سره مسلمانانو ته دَ جهاد ترغیب ورکړې شوے دے اؤ ورته څرګنده شوے ده چې دَ دنیا دَ لږ آرام دپاره جهاد پرېښول داسې دی لکه دَ لوړې نه کندې ته غوزېدل۔ دَ یو کامل مسلمان پهٔ نظر کښې دَ دنیا آرام اؤ راحت دَ آخرت دَ آرام پهٔ مقابله کښې هېڅ هم نهٔ دے۔ یو حدیث شریف دے کهٔ دَ الله سره دَ دنیا قدر دَ مچ دَ وزر هومره وې نو کافر ته به ېٔ یو ګوټ اوبهٔ هم نهٔ وې ورکړے۔
اِلَّا تَنْفِرُوْا یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا١ۙ۬ وَّ یَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ وَ لَا تَضُرُّوْهُ شَیْـًٔا١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۳۹
کهٔ تاسو نهٔ ور وځیٔ نو الله به درکړی دردناک عذاب ۔ اؤ ستاسو پهٔ ځائې به بل قوم راولی اؤ تاسو به هغهٔ ته هېڅ ضرر ورنهٔ کړې شیٔ۔ اؤ الله پهٔ هر څیز قادر دے۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ الله کار څهٔ پهٔ تاسو پورې اړ نهٔ دے۔ کهٔ تاسو دَ دین خدمت کښې سستی کویٔ نو دا خدمت به بل قوم ته حواله کړی اؤ تاسو به دَ دې نعمت نه محروم کړی نو هم دَ ستاسو نقصان به وشی الله پاک ته ېٔ څهٔ نقصان نهٔ رسی۔
منّت منہ کہ خدمت سلطاں همے کنی
منّت شناس ازو کہ بخدمت گذا شتت
(پهٔ دې احسان مهٔ خیژوه چې تهٔ دَ بادشاه خدمت کوے۔ دَ بادشاه احسان ومنه چې تا ته ېٔ خدمت حواله کړے دے)
اِلَّا تَنْصُرُوْهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّٰهُ اِذْ اَخْرَجَهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِ اِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهٖ لَا تَحْزَنْ اِنَّ اللّٰهَ مَعَنَا١ۚ فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلَیْهِ وَ اَیَّدَهٗ بِجُنُوْدٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَ جَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِیْنَ كَفَرُوا السُّفْلٰی١ؕ وَ كَلِمَةُ اللّٰهِ هِیَ الْعُلْیَا١ؕ وَ اللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۴۰
کهٔ تاسو دَ رسولﷺ مدد ونهٔ کړیٔ نو الله دَ هغهٔ مدد کړے دے۔ کوم وخت چې کافرو دَ کلی نه وویستو اؤ هغه په دوؤ کښې یو وهٔ کوم وخت چې دوی دواړه پهٔ غار کښې وو۔ کله چې هغهٔ وې خپل ملګری ته فکر مهٔ کوه بېشکه الله زمونږ سره دے۔ بیا الله واستؤلو دَ خپل طرف نه پهٔ هغهٔ اطمینان اؤ دَ هغهٔ امداد ېٔ وکړو پهٔ داسې فوځونو چې تاسو نهٔ لیدل اؤ ښکته ېٔ وغورزؤله دَ کافرانو خبره ۔ اؤ دَ الله خبره همېشه وچته ده۔ اؤ الله زورور دے دَ حکمت خاوند۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی کهٔ تاسو دَ رسول اللهﷺ مدد نهٔ کویٔ نو یو وخت داسې هم راغلے وهٔ چې بغیر دَ یو کس نه ورسره بل ملګرے نهٔ وهٔ۔ څو کسه مسلمانان چې وو هغه دَ کافرو دَ ظلم دَ لاسه مخکښې مدینې منورې ته تللی وو۔ آخر حضور اکرمﷺ ته هم دَ هجرت حکم وشو۔ پهٔ دغه شپه مشرکانو صلاح کړے وه چې دَ هر ټبر یو یو ځلمے راجمع شی اؤ یکدم پهٔ حضور اکرمﷺ پهٔ تورو ګذارونه وکړی۔ چې دَ حضور اکرمﷺ ټبر ېٔ بیا بدل نهٔ شی اخستے۔ پهٔ خون بها به راضی شی اؤ هغه به هم پهٔ ټولو تقسیم شی نو لږه لږه به شی۔ پهٔ دغه شپه حضور اکرمﷺ ته دَ هجرت حکم وشو۔ هغوی دَ الله پهٔ حکم حضرت علیؓ پهٔ خپله بستره وودهٔ کړو ، چې سبا ته دَ خلقو امانتونه کوم چې دَ حضور اکرمﷺ سره پراتهٔ وو خپلو خاوندانو ته ورسوی۔ حضور اکرمﷺ حضرت علیؓ ته تسلّی ورکړه چې کافران تا ته هېڅ نهٔ شی وئیلی نو هغه ېٔ پهٔ بستره وودهٔ کړو۔ اؤ خپله دَ مشرکانو دَ ځلمو ترمینځه چې څوکۍ ته بیدار ناست وو۔ دَ الله پهٔ حکم راووتو (دَ هغوی نظر پرې الله پاک بند کړو) حضرت ابوبکرؓ ېٔ دَ ځان سره ملګرے کړو۔ مدینې منوّرې ته روان شو۔ دَ ښار نه لږ لرې (تقریبًا درے میله) پهٔ غارِ ثور کښې دېره شو۔ دا غار دَ یو وچت غر (جبل ثور) پهٔ وچته څوکه کښې دَ یو غټ ګټ دَ ډډون نه جوړ دے چې هغې ته دَ ننوتو یوه دومره تنګه لار ده چې بنده پکښې سم پهٔ ولاړه نهٔ شی ننوتے۔ پهٔ ټیټه پهٔ مشکله ورننوځی۔ اول صدیق اکبرؓ ننوتو۔ ځائې ېٔ صفا کړو۔ دننه پکښې سورے وهٔ پهٔ هغې کښې ېٔ چیړې ومنډلې چې چرته مار لړم پکښې نهٔ وی۔ چیړې خلاصې شوې یو سورې خالی پاتې شو هغې ته ېٔ خپله پونده کښېښوه اؤ حضور اکرمﷺ ته ېٔ دَ راننوتو آواز ورکړو۔ حضور اکرمﷺ دننه راغلو نو دَ صدیق اکبرؓ پهٔ ورانهٔ ېٔ سر کښېښو وودهٔ شو۔ پهٔ دغه سوړه کښې مار وهٔ ، صدیق اکبرؓ ېٔ وچیچلو خو هغهٔ ښپه نهٔ خوزؤله چې حضور اکرمﷺ بیدار نهٔ شی۔ چې حضور اکرمﷺ خپله بیدار شو اؤ هغهٔ ورته حال ووې نو حضور اکرمﷺ خپلې مبارکې لاړې پهٔ هغه ځائې پورې کړې نو درد ېٔ ختم شو اؤ پهٔ هغه ساعت جوړ شو۔ هلته کافران دَ حضور اکرمﷺ پهٔ لټون را ووتل۔ دَ پل پهٔ نخښه پسې دَ غار تر خلې را ورسېدل خو دَ الله پهٔ قدرت دَ حضور اکرمﷺ دَ ننوتلو نه پس دَ غار پهٔ خلهٔ جولاګی جاله جوړه کړے وه اؤ دَ غار پهٔ خلهٔ کښې دَ کونترې جاله وه ، اګۍ پکښې پرتې وې۔ کافران دلته شک من شو چې کهٔ دې غار ته څوک ننوتے وې نو دا جاله اؤ اګۍ به څنګه پاتې وې۔ حضرت ابوبکر صدیقؓ ته دَ غار پهٔ خلهٔ کښې دَ کافرو ښپې ښکارېدې نو فکر شو ورسره چې چرته دا ظالمان حضور اکرمﷺ ونهٔ وینی۔ حضور اکرمﷺ ته ېٔ عرض وکړو، یا رسول اللهﷺ کهٔ دې ظالمانو ښکته خپلو قدمونو ته وکتل نو مونږ به ووینی۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل۔ ابوبکره دَ هغه دوؤ کسو متعلق ستا څهٔ خیال دے چې دریٔم ملګرے ېٔ الله پاک وی۔ یعنی الله پاک زمونږ ملګرے دے۔ پروا مهٔ کوه۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل دَ خپل نبیﷺ پهٔ زړهٔ کښې دې وخت سره خاص اطمینان پیدا کړو۔ دَ هغوی دَ برکته دَ صدیق اکبرﷺ زړهٔ هم مضبوط شو۔ اؤ دَ فرشتو فوځ ېٔ دَ حضور اکرمﷺ دَ حفاظت دپاره راواستؤلو۔ دا دَ الله پاک دَ هغه امداد یوه ننداره وه چې دَ جولاګی دَ جالې غوندې کمزوری شی چې اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ دے، پهٔ دې وخت حضور اکرمﷺ ته دَ مضبوطې قلعې نه زیاته فائده ورکړه۔ دغسې الله پاک دَ کفارو نیتونه خاورې کړل۔ دواړو ملګریو درے ورځې پهٔ غار کښې تېرې کړې بیا مدینې ته روان شو۔ بېشکه الله پاک پهٔ هر څه غالب دے اؤ دَ هغهٔ هېڅ کار دَ حکمت نه خالی نهٔ دے۔
فائده: ځنو عالمانو دلته دَ وَ اَیَّدَهٗ بِجُنُوْدِهٖ الخ پهٔ بدر اؤ حنین کښې چې دَ فرښتو فوځونه راغلی وو هغه مراد اخستی دی۔ لېکن دَ کلام دَ سیاق سره دغه برابرے خوری کوم چې مونږ بیان کړو۔
اِنْفِرُوْا خِفَافًا وَّ ثِقَالًا وَّ جَاهِدُوْا بِاَمْوَالِكُمْ وَ اَنْفُسِكُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۴۱
وځیٔ سپک اؤ درانهٔ ف۴۳ اؤ جهاد کویٔ پهٔ خپلو مالونو اؤ خپلو سرونو دَ الله پهٔ لار کښې۔ دغه ستاسو دپاره بهتره ده۔ کهٔ تاسو پوهېږیٔ۔ ف۴۴
ف۴۳: یعنی پیاده اؤ سوارهٔ ۔ فقیر اؤ غنی ۔ بوډاګان اؤ ځوانان پهٔ هر حالت کښې چې وی ووځیٔ۔ نَفیرِ عام (عام کوچ) دے۔ دې وخت کښې یو عذر نهٔ چلیږی۔
ف۴۴: یعنی هم پهٔ دنیا اؤ هم پهٔ آخرت کښې۔
لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِیْبًا وَّ سَفَرًا قَاصِدًا لَّاتَّبَعُوْكَ وَ لٰكِنْۢ بَعُدَتْ عَلَیْهِمُ الشُّقَّةُ١ؕ وَ سَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ١ۚ یُهْلِكُوْنَ اَنْفُسَهُمْ١ۚ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۠۝۴۲
کهٔ وې مال نژدے اؤ سفر لږ ۔ نو دوی به ضرور ستا ملګری شوی وو۔ لېکن ووږد ښکاره شو دوی ته مزل۔ ف۴۵ اؤ اوس به پهٔ الله قسمونه خوری کهٔ زمونږ طاقت وې نو ضرور به درسره شوی وو۔ پهٔ هلاکت کښې اچوی خپل ځانونه ۔ اؤ الله خبر دے چې دوی دروغژن دی۔ ف۴۶
ف۴۵: دا خطاب منافقانو ته دے۔ یعنی کهٔ سفر لږ وې۔ اؤ بې خواریٔ ډېر مالِ غنیمت پهٔ لاس راتلے نو ټول به ورسره شوی وو۔ خو چې منزل وږد دے اؤ مقابله سخته ده نو چرته ورسره کیږی۔
ف۴۶: (۱) یا خو به دَ وتلو پهٔ وخت کښې قسمونه خوری اؤ بهانې به جوړوی چې مونږ ته دَ پاتې کېدو اجازت راکړه۔ اؤ (۲) یا به دَ واپس کېدو نه وروستو دَ خپلې صفاییٔ دپاره قسمونه خوری اؤ حال دا دے چې دَ الله نه دَ دوی دروغ پټ نهٔ دی اؤ دا دَ دروغو قسمونه هم دَ دوی پهٔ حق کښې نقصانی دی۔
عَفَا اللّٰهُ عَنْكَ١ۚ لِمَ اَذِنْتَ لَهُمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكَ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا وَ تَعْلَمَ الْكٰذِبِیْنَ۝۴۳
الله دې معاف کړه تا ولې دوی ته اجازت ورکړو تر دې چې څرګند شوے وې درته رښتونی اؤ پېژندلی دی وو دروغژن۔ ف۴۷
ف۴۷: منافقانو دَ دروغو بهانې جوړؤلے چې دَ پاتې کېدو اجازت راکړی۔
حضور اکرمﷺ هم پوهېدو چې دَ دوی پهٔ تللو کښې څهٔ خیر نشته نو غږ به ېٔ ورته نهٔ کؤلو اؤ اجازت به ېٔ ورکړو۔ الله پاک فرمائی کهٔ اجازت دې نهٔ وې ورکړے نو ښهٔ وه۔ عامو خلقو ته به هم معلوم شوی وو۔ اؤ هغوی څهٔ ستاسو اجازت ته خو نهٔ کتل۔ الله پاک هسې هم دَ تللو توفیق نهٔ وهٔ ورکړے۔ دوی به هسې هم پاتې کېدل خو دروغ به ېٔ څرګند شوی وو کهٔ تا اجازت نهٔ وې ورکړے نو اجازت ورکؤلو کښې څهٔ ګناه نهٔ وه۔ خو دې وخت کښې مناسب دا وه چې اجازت نهٔ وې ورکړې شوے۔ دَ دغې ښهٔ اؤ مناسب صورت پهٔ پرېښودو ورته خطاب ”عَفَا اللہُ عَنْكَ“ سره شوے دے۔ دَ عفو دَ لفظ سره دا ضروری نهٔ ده چې ګناه دې شوے وی۔ ځنې محققانو وئیلی دی چې دا ”عَفَا اللہُ عَنْكَ “ جمله دَ دعا دپاره ده لکه چې دَ عربو پهٔ عام استعمال کښې دغه شان وئیلی شی۔ (پښتو کښې هم ډېر ځله خلق خبره خدائې دې وبخښه سره شروع کوی ، صرف دَ برکت اؤ دعا دپاره) لېکن دَ مشرانو عالمانو نه هم دغه معنیٰ نقل شوے ده کومه چې مخکښې بیان شوه (یعنی چې دَ عفوِ لفظ دا نهٔ غواړی چې ګناه دې شوے وی)
لَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالْمُتَّقِیْنَ۝۴۴
ستا نه اجازت نهٔ غواړی هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے پهٔ الله اؤ پهٔ ورځ دَ آخرت۔ پهٔ دې خبره کښې چې جهاد وکړی پهٔ خپلو مالونو اؤ سرونو اؤ الله ښهٔ پېژنی پرهېزګار۔
اِنَّمَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ ارْتَابَتْ قُلُوْبُهُمْ فَهُمْ فِیْ رَیْبِهِمْ یَتَرَدَّدُوْنَ۝۴۵
ستا نه اجازت هغه کسان غواړی چا چې ایمان نهٔ دے راؤړے پهٔ الله اؤ دَ اخرت پهٔ ورځ اؤ پهٔ شک کښې پرېوتی دَ دوی زړونه ، نو دوی پهٔ خپل شک کښې ګډوډ کیږی ف۴۸
ف۴۸: یعنی دَ چا پهٔ زړونو کښې چې ایمان اؤ دَ الله خوف اؤ دَ تقوٰی نُور دے دَ هغو شان دا نهٔ دے چې دَ جهاد نه پاتې کېدو اجازت وغواړی دَ هغوی حال خو دا دے کوم چې دَ پارې پهٔ آخر کښې بیان شوے دے تَوَلَّوْا وَ اَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَنْ لَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَ۔
(واپس کیږی پهٔ دې حال کښې چې دَ سترګو نه ېٔ دَ غمه اوښې بهیږی چې دَ جهاد دَ تیاریٔ دپاره ورسره څهٔ نشته) یعنی کهٔ دَ غریبیٔ اؤ دَ سامان دَ نشت پهٔ وجه دَ جهاد نه پاتې کیږی نو دَ دې ثواب نه دَ پاتې کېدو پهٔ غم کښې ېٔ دَ سترګو نه اوښې بهیږی۔ پهٔ خپله دَ جهاد نه دَ پاتې کېدو اجازت کله غوښتے شی۔ دَ جهاد نه دَ پاتې کېدو اجازت هغه خلق غواړی چې دَ الله پهٔ وعدو ېٔ یقین نهٔ وی اؤ دَ آخرت پهٔ ژوند ایمان نهٔ لری۔ الله تعالیٰ چې دَ مسلمانانو دَ غلبې کوم خبرونه ورکړی دی همېشه هغې ته دَ شک پهٔ نظر ګوری۔
وَ لَوْ اَرَادُوا الْخُرُوْجَ لَاَعَدُّوْا لَهٗ عُدَّةً وَّ لٰكِنْ كَرِهَ اللّٰهُ انْۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَ قِیْلَ اقْعُدُوْا مَعَ الْقٰعِدِیْنَ۝۴۶
اؤ کهٔ دوی وتل غوښتلے نو ضرور به ېٔ ورته څهٔ سامان تیار کړے وهٔ لېکن دَ الله خوښ نهٔ وو دَ دوی پورته کېدل نو منع ېٔ کړل اؤ ورته حکم وشو چې ناست وسیٔ دَ ناستو سره۔ ف۴۹
ف۴۹: دَ دوی دَ وخته غزا ته دَ تلو نیت نشته ګنی دَ تیاریٔ څهٔ کوشش به ېٔ کړے وهٔ اؤ داسې دَ غزا دَ حکم اورېدو سره به ېٔ عذر نهٔ پېش کؤلو۔ حقیقت دا دے چې دَ الله پاک دَ دوی جهاد ته وتل خوښ نهٔ دی (کهٔ دوی لاړ وې نو هلته به ېٔ څهٔ فساد جوړ کړے وهٔ۔ اوس به دوی ته پته ولګی چې مسلمانان دَ دوی پهٔ شریکېدو اؤ نهٔ شریکېدو هېڅ پرواه نهٔ لری) نو دَ تللو نه ېٔ پهٔ داسې طریقه پاتې کړل چې وبال دَ دوی پهٔ سر راغلو۔ (ګویا کهٔ دوی ته تکوینی حکم وشو) چې لاړ شیٔ دَ ښځو ، وړو اؤ معذورو سره پهٔ کور کښې کښېنیٔ۔ اؤ حضور اکرمﷺ چې دَ دوی پهٔ بهانو دوی ته دَ پاتې کېدو اجازت ورکړو۔ دا هم یو قسم دَ الله پاک حکم وهٔ۔ دَ تکوینی قید لګؤلو ضرورت هم نشته (ځکه چې دَ رسول اللهﷺ اجازت دَ الله حکم دے)
لَوْ خَرَجُوْا فِیْكُمْ مَّا زَادُوْكُمْ اِلَّا خَبَالًا وَّ لَاۡاَوْضَعُوْا خِلٰلَكُمْ یَبْغُوْنَكُمُ الْفِتْنَةَ١ۚ وَ فِیْكُمْ سَمّٰعُوْنَ لَهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ۝۴۷
اؤ کهٔ دوی تاسو سره وتې وې نو نهٔ به ېٔ وهٔ زیات کړے تاسو ته مګر نقصان۔ اؤ ستاسو ترمینځه به خوارهٔ شوی وو دَ فساد پهٔ کوشش کښې۔ ف۵۰ اؤ پهٔ تاسو کښې ځنی دَ هغوی جاسوسان دی۔ اؤ الله ښهٔ پېژنی ظالمان۔ ف۵۱
ف۵۰: یعنی کهٔ دَ تاسو سره لاړ وې نو دَ خپلې بزدلیٔ اؤ نامردیٔ پهٔ وجه به ېٔ دَ نور لښکر زړهٔ هم کمزورے کړے وهٔ اؤ پهٔ چغلیٔ اؤ دروغو به ېٔ مسلمانانو کښې اختلاف اچؤلے وهٔ۔ اؤ دَ دښمن پهٔ مرسته کښې به ېٔ دَ دروغو افواګانې خورؤلے۔ غرض دا چې دَ دوی پهٔ تللو کښې خیر هېڅ هم نهٔ وهٔ بلکې دَ نقصان خطره وه۔ ځکه الله پاک دوی ته دَ تللو توفیق ور نهٔ کړو۔
ف۵۱: یعنی اوس هم دَ هغوی جاسوسان دلته موجود دی یا پهٔ مسلمانانو کښې ځنې کم عقل داسې شته چې دَ هغوی خبرې پرې اثر کوی۔ (ابن کثیرؒ) اګرچې دومره فساد نهٔ شی جوړؤلے څنګه چې دَ دوی دَ شرکت پهٔ وجه کېدے شو۔ بلکې پهٔ یو حیثیت دَ دې جاسوسانو وجود فائده مند دی چې پهٔ خپلو سترګو دَ مسلمانانو جان بازیٔ اؤ بهادریٔ ووینی اؤ دې خپلو مشرانو ته خبر راؤړی نو دَ دوی پهٔ زړهٔ به نور هم دَ مسلمانانو هېبت کښینی۔
لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَ قَلَّبُوْا لَكَ الْاُمُوْرَ حَتّٰی جَآءَ الْحَقُّ وَ ظَهَرَ اَمْرُ اللّٰهِ وَ هُمْ كٰرِهُوْنَ۝۴۸
دوی کوشش کړے دے دَ ورانی مخکښې هم۔ اؤ ستاسو کارونه ېٔ اپوټه کړی تر دې چې را ورسېده رښتونې وعده اؤ غالب شهٔ دَ الله حکم اؤ دوی پرې ناخوښه وو ف۵۲
ف۵۲: کله چې حضور اکرمﷺ مدینې منوّرې ته تشریف راؤړو نو پهٔ وړومبو ورځو کښې یهودو اؤ دَ مدینې منافقانو قسم قسم فتنې خورؤلے اؤ دَ اسلام دَ ترقیٔ بندؤلو کوششونه ېٔ کؤل۔ خو چې دَ بدر پهٔ غزا کښې الله پاک اسلام ته برے ورکړو اؤ دَ کفر اؤ شرک ستنې وغړېدے نو عبد الله بن ابیٔ دَ منافقانو مشر اؤ دَ هغهٔ ملګریو ووېٔ اِنَّ هٰذَا اَمْرٌ قَدْ تَوَجَّهَ ۔ یعنی خبره دَ ګوتو نه ووته دا شے خو اوس دَ منع کېدو نهٔ دے۔ نو ډېرو کسانو دَ ویرې پهٔ خلهٔ دَ اسلام کلمه ووېٔ مګر پهٔ زړهٔ کښې هغه شان کافر وو۔ چې دَ مسلمانانو دَ کامیابیٔ خبرې به ېٔ اورېدے نو پهٔ زړهٔ به ېٔ اور بلېدو اؤ ډېر تاؤ به ورتلو اؤ مسلمانانو ته نقصان رسؤلو کښې به ېٔ نور هم زور ولګؤلو۔ غرض دا چې دَ مسلمانانو فتنه اؤ فساد خوړؤل څهٔ نوې خبره نهٔ ده۔ دوی خو دَ وړومبیٔ ورځې نه پهٔ دې کوشش دی چې پهٔ څهٔ چل اسلام ته نقصان ورسوی۔ دَ احد پهٔ غزا کښې دَ خپلې ډلې سره دَ لارې نه واپس شو چې دَ مسلمانانو همت کمزورے شی لېکن آخر ېٔ ولیدل چې الله پاک حق ته غلبه ورکړه اؤ باطل رسوا اؤ ذلیل شو۔
وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ ائْذَنْ لِّیْ وَ لَا تَفْتِنِّیْ١ؕ اَلَا فِی الْفِتْنَةِ سَقَطُوْا١ؕ وَ اِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌۢ بِالْكٰفِرِیْنَ۝۴۹
پهٔ دوی کښې ځنی داسې دی چې وائی ما ته اجازت راکړه اؤ پهٔ ګمراهیٔ کښې مې مهٔ اچوه۔ واؤریٔ دوی خو پهٔ ګمراهیٔ کښې پرېوتی دی۔ اؤ بېشکه دوزخ دَ کافرانو نه راچاپېره دے۔ ف۵۳
ف۵۳: وائی چې یو غټ منافق جدّ بن قیس حضور اکرمﷺ ته ووې چې ما ته دَ غزا نه دَ پاتې کېدو اجازت راکړه۔ ځکه چې دَ روم ښځې ډېرې ښائسته دی ، زهٔ به ورته زړهٔ ټینګ نهٔ کړې شم اؤ پهٔ ګناه کښې به مبتلا شم۔ نو الله پاک فرمائی چې خپلې بزدلیٔ باندې پرده اچؤلو دپاره دَ دروغو پرهېزګاریٔ دعویٰ مهٔ کوه۔ پهٔ دې دروغو خو اوس دَ ګمراهیٔ پهٔ کنده کښې پرېوتې۔ اؤ بیا هم درته دَ دوزخ اور تیار دے۔ ځنو عالمانو دا دَ عامو منافقانو سره تړلے دے۔ اؤ دَ لَا تَفْتِنِّی مطلب ېٔ دا اخستے دے چې مونږ دَ ځان سره بوځې نو دلته به مو ډېرې معاملې خرابې شی اؤ تاوان به را ورسی۔ نو پهٔ تاوان کښې مو مهٔ اچوه ۔
دَ هغې ځواب ورکړې شو چې پاتې کېدو کښې خو مو دَ هغې نه ډېر تاوان وشو۔ (پهٔ دنیا کښې هم وشرمېدیٔ اؤ آخرت کښې مو هم دوزخ وګټلو)
اِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ١ۚ وَ اِنْ تُصِبْكَ مُصِیْبَةٌ یَّقُوْلُوْا قَدْ اَخَذْنَاۤ اَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَ یَتَوَلَّوْا وَّ هُمْ فَرِحُوْنَ۝۵۰
کهٔ تا ته ورسی څهٔ خیر نو پهٔ دوی بد لګی اؤ کهٔ تا ته ورسی څهٔ تکلیف نو دوی وائی مونږ خو خپل کار دَ وخته سنبال کړے وهٔ اؤ پهٔ خوشحالیٔ خوشحالیٔ واپس شی۔ ف۵۴
ف۵۴: دَ منافقانو عادت وهٔ چې چرته به ېٔ دَ مسلمانانو دَ غلبې اؤ کامیابئ واؤرېدل نو دَ حسد اور به پرې بل شو اؤ ډېر به خفه شو۔ اؤ کهٔ چرته به پهٔ مسلمانانو څهٔ سخته راغله۔ څوک غازیان به شهیدان شو یا به زخمیان شو نو دوی به پهٔ فخر وې چې مونږ خو پوهیدو چې دا مصیبت به راځی نو ځان مو ترېنه دَ وخته بچ کړے وهٔ اؤ تاسو سره ملګری نهٔ شو۔ غرض دا چې دا لافې به ېٔ ویشتې اؤ پهٔ خوشحالیٔ پهٔ ټوپونو به کورونو ته روان شول۔
قُلْ لَّنْ یُّصِیْبَنَاۤ اِلَّا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَنَا١ۚ هُوَ مَوْلٰىنَا١ۚ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۝۵۱
ته ورته ووایه مونږ ته هرګز نهٔ شی را رسېدے سوا دَ هغې چې الله لیکلی دی زمونږ دپاره ، هغه زمونږ کارساز دے۔ اؤ هم پهٔ الله باندې پکار ده چې توکل وکړی مسلمانان۔
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُوْنَ بِنَاۤ اِلَّاۤ اِحْدَی الْحُسْنَیَیْنِ١ؕ وَ نَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ اَنْ یُّصِیْبَكُمُ اللّٰهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِنْدِهٖۤ اَوْ بِاَیْدِیْنَا١ۖ٘ فَتَرَبَّصُوْۤا اِنَّا مَعَكُمْ مُّتَرَبِّصُوْنَ۝۵۲
ورته ووایه تاسو زمونږ پهٔ حق کښې څهٔ طمع کؤلے شیٔ سوا دَ دوؤ ښېګړو نه دَ یوې ښېګړې۔ اؤ مونږ امید لرو ستاسو پهٔ حق کښې چې درکړی تاسو ته الله عذاب دَ خپل طرف نه ، یا زمونږ پهٔ لاسونو نو تاسو انتظار کویٔ مونږ هم تاسو سره پهٔ انتظار کښې یو ف۵۵
ف۵۵: یعنی سختی یا آسانی ، کومه چې پهٔ کوم وخت تقدیر کښې لیکلی وی هغه بدلېدے نهٔ شی۔ پهٔ دنیا کښې داسې حالت ضرور پېښیږی۔ خو مونږ خو پهٔ ظاهره اؤ پهٔ زړهٔ کښې خپل حقیقی مالک الله پاک ګڼلے دے نو دَ هغهٔ فیصلې ته مو سرونه ټیټ دی اؤ هر حکم مو ېٔ پهٔ سترګو منلے دے۔ هم پهٔ هغهٔ مو باور دے۔ اؤ دا مو یقین دے چې دَ دې عارضی تکلیف پهٔ بدل کښې به پهٔ آخرت کښې بهترین نعمتونه راکړی اؤ ډېر ځله پهٔ دنیا کښې هم دَ دې تکلیف پهٔ بدل کښې ډېر راحت راکوی۔ نو تاسو زمونږ متعلق پهٔ دوؤ ښېګړو کښې دَ یوې امید ضرور ساتیٔ۔ کهٔ پهٔ جهاد فی سبیل الله کښې شهیدان شو نو دَ جنّت نعمتونه اؤ لوئے مرتبې به راکړی۔ اؤ کهٔ کامیاب شو نو هم ثوابونه اؤ هم مالِ غنیمت به مو نصیب شی۔ څنګه چې پهٔ حدیث شریف کښې فرمائیلی شوی دی چې الله پاک دَ مجاهد دَ دې دوؤ خبرو ذمه واری اخستے ده ۔ نو زمونږ دواړه طرف ته ګټه ده۔ اؤ دَ ستاسو متعلق زمونږ دا امید دے چې دوؤ سختو کښې به درباندې یوه ضرور راځی۔ یا خو به دَ کفر اؤ نفاق پهٔ وجه درباندې الله پاک بې واسطې عذاب نازل کړی اؤ یا به زمونږ پهٔ لاسونو سخته سزا درکړی۔ بهرحال مونږ دواړه دَ یو بل دَ انجام پهٔ انتظار یو۔ خپله به معلومه شی چې دَ چا انجام ښهٔ دے اؤ هوښیار څوک دی مونږ کهٔ تاسو؟
قُلْ اَنْفِقُوْا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا لَّنْ یُّتَقَبَّلَ مِنْكُمْ١ؕ اِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فٰسِقِیْنَ۝۵۳
ورته ووایه چې مال لګویٔ پهٔ خوښه وی کهٔ پهٔ ناخوښه هرګز به نهٔ قبلیږی ستاسو نه۔ بېشکه تاسو ییٔ نافرمانه قوم۔ ف۵۶
ف۵۶: جدّ بن قیس دا بهانه هم کړے وه چې دَ دې مجبوریٔ پهٔ وجه زهٔ خپله نهٔ شم تللې البته دَ غازیانو دَ ضرورت دپاره مالی امداد کؤلے شم۔ دَ هغې ځواب دا ورکړې شو چې بې دَ عقیدې نه مالی امداد قبول نهٔ دے، پهٔ خپله خوښه ېٔ کوی اؤ کهٔ پهٔ ناخوښه۔ اول خو دَ هغوی دا توفیق چرته دے چې پهٔ خوښیٔ دَ الله دَ رضا دپاره مال ولګوی۔ وَ لَا یُنْفِقُوْنَ اِلَّا وَ هُمْ كٰرِهُوْنَ۝ اؤ کهٔ بالفرض پهٔ خوښیٔ ېٔ هم لګوی نو الله پاک ته منظور نهٔ دے، وجه ېٔ پهٔ مخکښې آیتونو کښې راځی۔
وَ مَا مَنَعَهُمْ اَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقٰتُهُمْ اِلَّاۤ اَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَ بِرَسُوْلِهٖ وَ لَا یَاْتُوْنَ الصَّلٰوةَ اِلَّا وَ هُمْ كُسَالٰی وَ لَا یُنْفِقُوْنَ اِلَّا وَ هُمْ كٰرِهُوْنَ۝۵۴
اؤ موقوف نهٔ دی قبلېدل دَ دوی دَ خرڅ مګر پهٔ دې خبره چې دوی انکار کړے دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول نه اؤ دوی نهٔ راځی نمانځهٔ ته مګر پهٔ ماتو زړونو۔ اؤ (دَ الله پهٔ لار کښې) خرڅ نهٔ کوی مګر پهٔ بد زړهٔ ۔ ف۵۷
ف۵۷: دَ نهٔ قبلېدو اصلی سبب خو دَ هغوی کفر دے لکه چې پهٔ ډېرو ځایونو کښې دا واضحه شوے ده چې دَ کافر هر عمل بې روحه دے۔ باقی دَ منافقانو پهٔ مات زړهٔ نمانځهٔ کښې شریکېدل اؤ پهٔ بد زړهٔ خرڅ کؤل دا ټول دَ هغوی دَ کفر علامې دی۔
فَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَ لَاۤ اَوْلَادُهُمْ١ؕ اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ تَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَ هُمْ كٰفِرُوْنَ۝۵۵
نو تهٔ تعجب مهٔ کوه دَ دوی پهٔ مالونو اؤ پهٔ اولاد الله ته دا منظور ده چې عذاب ورکړی دوی ته دَ دې څیزونو پهٔ وجه دَ دنیا پهٔ ژوند کښې اؤ ساه ېٔ ووځی پهٔ داسې حالت کښې چې دوی کافر وی۔ ف۵۸
ف۵۸: دا شک کېدے شو چې دا منافقان داسې مردودان دی نو دوی ته دا مال دولت اؤ دَ اولاد نعمتونه ولې ورکؤلے شی۔ دَ دې ځواب دا دے چې دا پهٔ ظاهره نعمتونه دَ هغوی پهٔ حق کښې درحقیقت عذاب دے۔ څنګه چې یو بهترین خوراک دَ روغ سړی دپاره دَ بدن دَ طاقت اؤ قوت سبب ګرځی اؤ هم دغه خوراک دَ یو بیمار دپاره تکلیف ده اؤ نقصانی وی۔ دغه شان حال دَ دغه مال اولاد اؤ دَ دنیا دَ نعمتونو وګڼیٔ چې دَ کافر پهٔ حق کښې دا څیزونه دَ هغهٔ دَ روح دَ بیماریٔ پهٔ وجه زهر دی۔ ځکه چې کفار دَ دنیا پهٔ محبت اؤ حرص کښې غرق دی۔ نو اول خو دَ مال پهٔ جمع کؤلو کښې پهٔ ځان ډېرې سختې تېروی اؤ بیا کهٔ چرته لږ کمے پکښې راځی نو ډېره غټه صدمه ورته رسی۔ څومره چې ېٔ ورسره محبت ډېر دے دومره ېٔ ورسره غم هم ډېر دے۔ پهٔ هېڅ وخت کښې ېٔ ذهن دَ دې غم نه نهٔ خالی کیږی۔ اؤ کله چې ترېنه دَ مرګ پهٔ وخت دا محبوب څیز پاتې کیږی نو دَ هغې خفګان اؤ صدمې خو ېٔ څهٔ اندازه نهٔ شی لګېدے۔ غرض دا چې دَ دنیا عاشق هېڅ وخت کښې پهٔ آرام نهٔ وی۔ چنانچې دَ یورپ اؤ امریکې دَ غټو غټو سرمایه دارو اقوال پهٔ دې ګواه دی۔ مال چې څومره ډېریږی غمونه ېٔ زیاتیږی اؤ حقیقی خوشحالی ېٔ کمیږی۔ باقی مؤمنان چې دولت اؤ اولاد دَ ژوند اصلی مقصد نهٔ ګڼی دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې دَ مال دَ محبت مرض نهٔ وی۔ نو دغه څیزونه دَ هغوی دپاره نعمت وی اؤ دَ دین دَ ترقیٔ سبب ګرځی۔ کافر پهٔ خپل مال اؤ اولاد مغرور شی اؤ کفر اؤ سرکشی ېٔ نوره هم زیاته شی اؤ پهٔ دغه وجه ېٔ تر اخر وخته دَ ایمان توفیق ونهٔ شی دَ مدینې منوّرې دَ منافقانو خو دَ چا پهٔ حق کښې چې دا آیتونه نازل شوی دی حال دا وهٔ چې پهٔ بد زړهٔ به ېٔ دَ جهاد پهٔ موقع دَ ریا اؤ ځان خلاصؤلو دپاره مال لګؤلو۔ اؤ دَ هغو پهٔ اولاد کښې ځنی کسان سم مسلمانان شوی وو نو هغوی پهٔ جهاد کښې شرکت کؤلو۔ اؤ پهٔ دې دواړو خبرو به دَ منافقانو زړونه چاؤدل ، نو پهٔ دې طریقه دا مال اؤ اولاد دَ هغوی دپاره پهٔ دنیا کښې سخت عذاب وهٔ۔
حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی۔ یعنی دا تعجب مهٔ کوه چې بې دینو ته الله پاک مال اؤ اولاد ولې ورکوی ځکه چې دا مال اؤ اولاد دَ بې دینو پهٔ حق کښې عذاب دے ، نعمت نهٔ دے چې هر وخت دَ دې پهٔ غم کښې وی اؤ پهٔ دې وجه تر آخر وخته کافر پاتې شی ، دَ ایمان توفیق ېٔ ونهٔ شی۔ (نو دنیا ېٔ هم پهٔ غم کښې اؤ آخرت ېٔ هم خراب)
وَ یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ اِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ١ؕ وَ مَا هُمْ مِّنْكُمْ وَ لٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ یَّفْرَقُوْنَ۝۵۶
اؤ دوی پهٔ الله قسمونه خوری چې دوی ستا ملګری دی ، اؤ دوی ستاسو ملګری نهٔ دی لېکن دا خلق ستاسو نهٔ ویریږی۔
لَوْ یَجِدُوْنَ مَلْجَاً اَوْ مَغٰرٰتٍ اَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْا اِلَیْهِ وَ هُمْ یَجْمَحُوْنَ۝۵۷
کهٔ دوی دَ پناه ځائې بیا موندو یا غار یا دَ سر پټؤلو څهٔ ځائې نو پهٔ منډه به هغې ته وتښتی۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی صرف پهٔ دې وجه چې کهٔ کفر ېٔ څرګند شی نو بیا به ورسره دَ کافرو پهٔ شان سلوک کیږی۔ دوی قسمونه خوری چې مونږ خو ستاسو ملګری یو (مسلمانان یو) حالانکې دا بالکل غلطه ده۔ دوی کهٔ نن چرته دَ امن ځائې اؤ دَ سر پټؤلو ځائې بیا مومی چې دَ مسلمانانو دَ لاسه خلاصېدے شی نو پهٔ منډه به اخوا وتښتی ، اؤ دا دعویٰ به پرېږدی۔ اوس خو ېٔ نهٔ دَ اسلامی حکومت سره دَ مقابلې طاقت شته اؤ نهٔ ېٔ چرته دَ خلاصی اؤ سر پناه کؤلو درک لګی نو دَ بدې ورځې پهٔ قسمونو ځان خلاصوی (ګنی دَ زړهٔ نه ېٔ اسلام نهٔ دے قبول کړے هم هغه شان کافران دی)
وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّلْمِزُكَ فِی الصَّدَقٰتِ١ۚ فَاِنْ اُعْطُوْا مِنْهَا رَضُوْا وَ اِنْ لَّمْ یُعْطَوْا مِنْهَاۤ اِذَا هُمْ یَسْخَطُوْنَ۝۵۸
اؤ پهٔ دوی کښې ځنی کسان داسې دی چې دَ خیرات پهٔ تقسیم کښې پهٔ تا اعتراض کوی ، نو کهٔ دوی ته دَ هغې نه څهٔ ورکړې شی خو راضی شی اؤ کهٔ ورنهٔ کړې شی نو ژر خفه شی۔ ف۶۰
ف۶۰: ځنو منافقانو اؤ ځنو دَ بانډو وسیدونکیو عربو دَ مالِ غنیمت اؤ زکوٰة پهٔ تقسیم کښې دا اعتراض کؤلو چې تقسیم پهٔ انصاف سره نهٔ کیږی ، زمونږ برخه کمه وی۔ دا اعتراض دوی صرف دَ حرص پهٔ وجه کؤلو چې دَ دوی دَ خواهش مطابق حصه ورته نهٔ رسېده اؤ کهٔ دومره برخه ېٔ رسېدے چې دَ دوی ګېډې ډکې وې نو بیا به ېٔ اعتراض نهٔ کؤلو۔ غرض دا چې اصل مقصد خو ېٔ ډېر مال حاصلؤل وو۔ قناعت پکښې نهٔ وهٔ۔
وَ لَوْ اَنَّهُمْ رَضُوْا مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ١ۙ وَ قَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ سَیُؤْتِیْنَا اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ وَ رَسُوْلُهٗۤ١ۙ اِنَّاۤ اِلَی اللّٰهِ رٰغِبُوْنَ۠۝۵۹
اؤ څنګه به ښهٔ وه کهٔ دوی راضی شوے وې پهٔ هغه برخه چې ورکړے ده الله اؤ دَ هغهٔ رسول اؤ وئیلی ېٔ وې کافی دے زمونږ دپاره الله ، هغه به راکړی مونږ ته پهٔ خپل فضل اؤ دَ هغهٔ رسول به راکړی۔ زمونږ خو خپل الله پکار دے۔ ف۶۱
ف۶۱: یعنی صحیح طریقه خو دا وه چې الله پاک دَ رسول اللهﷺ پهٔ لاس اوس څهٔ ورکړی وو پهٔ دې راضی شوے وې اؤ پهٔ الله پاک ېٔ توکل کړے وې ، چې پهٔ بله موقع به دَ دې نه زیات راکړی۔ غرض دا چې دَ دنیا فائده اصل مقصد نهٔ دے۔ اصل مقصد دَ الله پاک رضا اؤ دَ هغهٔ قرب حاصلؤل دی۔ اؤ کوم ظاهری اؤ باطنی دولت چې ورکړې شوے دے ، پهٔ دې راضی کېدل اؤ خوشحالېدل دَ مسلمان دغه شان دے۔
اِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَ الْمَسٰكِیْنِ وَ الْعٰمِلِیْنَ عَلَیْهَا وَ الْمُؤَلَّفَةِ قُلُوْبُهُمْ وَ فِی الرِّقَابِ وَ الْغٰرِمِیْنَ وَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ ابْنِ السَّبِیْلِ١ؕ فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۶۰
زکوٰة خو حق دے دَ فقیرانو اؤ مسکینانو اؤ دَ زکوٰة دَ راجمع کؤنکیو اؤ دَ چا چې زړهٔ راګرځؤل غرض وی اؤ دَ څټونو پهٔ خلاصؤلو کښې اؤ څوک چې قرضدار وی اؤ دَ الله پهٔ لار کښې اؤ دَ مسافرو دپاره۔ مقرر شوے دے دَ طرفه دَ الله نه ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ پوهه دَ حکمت خاوند دے۔ ف۶۲
ف۶۲: دَ صدقاتو پهٔ تقسیم کښې پهٔ حضور اکرمﷺ باندې اعتراض کېدو نو الله پاک خبردارے ورکړو چې دَ تقسیم دا طریقه خو الله پاک مقرر کړے ده اؤ حضور اکرمﷺ ته ېٔ تفصیلی حکم ورکړے دے چې پهٔ دې طریقه به دا مال تقسیمیږی (دَ چا لږ رسی اؤ کهٔ ډېر) دې کښې دَ چا دَ خواهش خیال نهٔ شی ساتلے کېدے۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې دَ صدقاتو تقسیم الله پاک دَ نبی یا دَ نبی نه علاوه دَ بل چا پهٔ رضا نهٔ دے پریٔښې۔ پهٔ خپله ېٔ ورته ځایونه مقرر کړی دی چې پهٔ دغه اتو ځایو به تقسیمیږی۔ (۱) فقیران (چې هېڅ ورسره نهٔ وی)، (۲) مساکین (چې دَ ضرورت پهٔ اندازه ورسره نهٔ وی)، (۳) عاملین (کوم چې دَ اسلامی حکومت دَ طرف نه زکوٰة جمع کؤلو دپاره مقرر دی)، (۴) مؤلفة القلوب (دَ چا نه چې دَ اسلام راؤړو طمع وی) یا (پهٔ اسلام کښې کمزوری وی چې واپس نهٔ شی ، اراده ېٔ پخه شی) دَ اکثرو عالمانو پهٔ نزد دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات نه پس دَ زکوٰة دا مد ختم شوے دے۔ (۵) فی الرقاب (یعنی دَ غلامانو دَ طرف نه مالک ته رقم ورکړې شی اؤ غلام آزاد شی) ، (۶) غارمین (پهٔ چا چې څهٔ مصیبت راشی اؤ قرضدار شی یا ېٔ دَ چا ضمانت کړے وی هغې کښې راګېر شی) ، (۷) فی سبیل الله (جهاد کښې شریکېدونکیو سره دَ وسلې یا سفر دَ تیاریٔ دپاره امداد)، (۸) ابن السبیل (مسافر چې دَ سفر پهٔ حالت کښې ورسره پیسې خلاصې وی اګر کهٔ پهٔ کلی کښې ورسره مال وی) دَ حنفیانو پهٔ مسلک دَ زکوٰة پهٔ مال کښې تملیک پهٔ هر وخت کښې ضروری دے اؤ فقر شرط دے۔ تفصیل ېٔ دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې وګوریٔ۔
وَ مِنْهُمُ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ النَّبِیَّ وَ یَقُوْلُوْنَ هُوَ اُذُنٌ١ؕ قُلْ اُذُنُ خَیْرٍ لَّكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ یُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَ رَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ١ؕ وَ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ رَسُوْلَ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۶۱
اؤ پهٔ دوی کښې ځنی کسان بدګوئی کوی دَ نبیﷺ اؤ وائی چې دې خو پهٔ غوږو کچه دے۔ تهٔ ورته ووایه دا خو ستاسو دَ خیر دپاره داسې دے ، یقین کویٔ پهٔ الله اؤ باور کویٔ دَ مسلمانانو پهٔ خبره اؤ رحمت دے دَ ایماندارو پهٔ حق کښې۔ اؤ څوک چې بدګوئی کوی دَ الله دَ رسول ، دَ هغو دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۶۳
ف۶۳: منافقانو به پهٔ خپلو کښې اسلام اؤ پېغمبر اسلامﷺ پسې بد در وې۔ کهٔ چا به ورته ووې چې دا خبرې به هغوی ته ورسی۔ نو دوی به وې چې خیر دے څهٔ پروا نشته ، مونږ به ورته دَ دروغو بیان جوړ کړو ، ځان به خلاص کړو هغه خو هسې هم دَ هر چا خبره اوری، دَ هغهٔ تېر ویستل څهٔ ګران کار نهٔ دے۔ اصل خبره دا وه چې حضور اکرمﷺ به دَ خپل رحم دلیٔ اؤ حیا پهٔ وجه چا ته غږ نهٔ کؤلو۔ کهٔ پوهه به شو چې دروغ وائی هم پهٔ مخ به ېٔ ورته څهٔ نهٔ وې۔ نو دې احمقانو دا خیال کؤلو چې حضور اکرمﷺ دَ دوی پهٔ چل ول هډو پوهیږی نه۔ دا دَ دې ځواب دے۔ چې کهٔ حضور اکرمﷺ دَ هر چا خبره اوری نو دې کښې خو ستاسو خیر دے۔ کهٔ هغهٔ ستاسو دروغ نیؤلے نو تاسو به پهٔ مصیبت کښې پراتهٔ ویٔ۔ بل دَ حضور اکرمﷺ پهٔ دې لوئی خوئی کښې دا فائده ده چې تاسو ته الله پاک دَ نیکیٔ توفیق درکړی۔ دا خبره نهٔ ده چې ګنی حضور اکرمﷺ دَ ستاسو پهٔ خبره یقین کوی اؤ دَ ستاسو خبرې ورته رښتیا ښکاری۔ یقین خو هغه صرف پهٔ الله کوی اؤ دَ ایماندارو پهٔ خبرو کوی۔ البته تاسو کښې چې څوک دَ ایمان دعویٰ کوی دَ هغهٔ دپاره دَ حضور اکرمﷺ دا خوئی رحمت دے چې پهٔ دغه وخت ېٔ دَ دروغو پهٔ څرګندؤلو شرموی نه۔
باقی دَ منافقانو خبرې دَ الله نه پټې نهٔ دی۔ پهٔ حضور اکرمﷺ پسې چې پشی شا څهٔ بد رد وائی دَ دې پهٔ بدل کښې دې سختې سزا ته تیار شی۔
یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ لِیُرْضُوْكُمْ١ۚ وَ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗۤ اَحَقُّ اَنْ یُّرْضُوْهُ اِنْ كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ۝۶۲
پهٔ الله قسمونه خوری ستاسو مخکښې چې تاسو راضی کړی۔ اؤ الله اؤ دَ هغهٔ رسول راضی کؤل زیات ضروری دی اؤ کهٔ دوی ایمان لری۔ ف۶۴
ف۶۴: حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې کله به حضور اکرمﷺ دَ هغوی څهٔ دروغ ونیؤل نو دوی به مسلمانانو ته قسمونه خوړل چې زمونږ نیت خراب نهٔ وهٔ۔ چې مسلمانان راضی کړی۔ کهٔ دوی پهٔ رښتیا ایماندار وی نو پکار دا ده چې الله اؤ رسولﷺ راضی کړی نور خلق پرېږدی۔
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّهٗ مَنْ یُّحَادِدِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَاَنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِیْهَا١ؕ ذٰلِكَ الْخِزْیُ الْعَظِیْمُ۝۶۳
آیا دوی پهٔ دې نهٔ پوهیږی چې څوک مقابله کوی دَ الله اؤ دَ هغهٔ رسول سره ، دَ هغهٔ دپاره دَ دوزخ اور دے چې همېشه به پکښې وسی ، اؤ دغه غټه رسوائی ده۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی دَ کومې رسواییٔ نه بچ کېدو دپاره چې دوی نفاق خوښ کړے دے دَ هغې نه غټه رسوائی دا ده (چې آخرت کښې به دائمی عذاب کښې پراتهٔ وی)
یَحْذَرُ الْمُنٰفِقُوْنَ اَنْ تُنَزَّلَ عَلَیْهِمْ سُوْرَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ١ؕ قُلِ اسْتَهْزِءُوْا١ۚ اِنَّ اللّٰهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُوْنَ۝۶۴
ویریږی منافقان دَ دې نه چې نازل شی پهٔ مسلمانانو داسې سورت چې څرګند کړی هغوی ته څهٔ چې دَ دې منافقانو پهٔ زړونو کښې دی۔ ورته ووایه تاسو خنداګانې کویٔ ، الله به څرګند کړی څهٔ نه چې تاسو ویرېږیٔ۔ ف۶۶
ف۶۶: منافقانو به پهٔ مسلمانانو اؤ پېغمبر اسلامﷺ پسې پشی شا بد رد وې، پهٔ مسلمانانو اؤ دَ اسلام پهٔ احکامو پورې به ېٔ مسخرې کؤلے۔ پهٔ دې ډاډ چې کهٔ حضورﷺ خبر شی نو پهٔ چل ول به ځان خلاص کړو۔ هغه خو هسې هم دَ هر چا خبره اوری۔ خو دا خطره به ېٔ هم پهٔ زړهٔ کښې وه چې هسې نه زمونږ پهٔ حق کښې چرته وحې رانهٔ شی چې زمونږ پټ رازونه ورته هر څهٔ څرګند کړی۔ غرض دا چې منافقان دَ خپلې بزدلیٔ پهٔ وجه همېشه پهٔ دې پریشانیٔ کښې پراتهٔ وو۔ کله به دَ حضور اکرمﷺ پهٔ نرمیٔ اؤ رحمت زړهٔ ور شو اؤ کله به دَ وحې الٰهی دَ خوفه رپېدل۔ دغسې فرمائی چې ښهٔ ده تاسو خپلې نخرې اؤ مسخرې کویٔ۔ الله پاک به ضرور خپل حبیبﷺ دَ ستاسو دَ حال نه خبر کړی اؤ ستاسو ټول رازونه به ورته څرګند کړی (بیا به ژاړیٔ)
وَ لَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّمَا كُنَّا نَخُوْضُ وَ نَلْعَبُ١ؕ قُلْ اَبِاللّٰهِ وَ اٰیٰتِهٖ وَ رَسُوْلِهٖ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِءُوْنَ۝۶۵
اؤ کهٔ تهٔ دَ دوی نه تپوس وکړې نو وبه وائی چې مونږ خو هسې خبرې اؤ ټوقې کؤلے۔ ف۶۷ تهٔ ورته ووایه آیا تاسو پهٔ الله ، دَ هغهٔ پهٔ حکمونو اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسولﷺ پورې ټوقې کؤلے۔ ف۶۸
ف۶۷: دَ تبوک دَ غزا پهٔ وخت ځنو منافقانو به دَ خندا دپاره وې دوی ته ګوریٔ اوس ېٔ دَ شام اؤ روم محلونو اؤ باغونو ته زړهٔ وشو۔ دوی دَ روم تربیت یافته فوځ هم دَ عربو دَ نابلدو پهٔ شان ګڼی۔ زمونږ یقین دے چې نن سبا کښې به دا ټول مسلمانان دَ رومیانو پهٔ جیلونو کښې تړلی پراتهٔ وی۔ دا دَ بانډو وسیدونکی۔ ګېډه ور ۔ بزدله دَ روم دَ فوځونو سره جنګ کؤلے شی؟ دا خبرې پهٔ ېٔ دې دپاره کؤلے چې پهٔ مسلمانانو دَ رومیانو هیبت پرېوځی اؤ زړونه ېٔ کمزورے شی۔ دا خبرې چا رسول اکرمﷺ ته ورسؤلے ، هغهٔ دَ پوښتنې دپاره را وغوښتل نو پهٔ قسمونو شو چې مونږ خو هسې ټوقې ټقالې کؤلے چې وخت ښهٔ تېر شی اؤ مزل اسان شی۔
ف۶۸: یعنی دَ ستاسو دَ ټوقو ټقالو دا موقع ده۔ دَ ستاسو ټوقې دَ الله اؤ رسولﷺ پهٔ احکامو پورې کیږی۔ دَ الله دَ احکامو توهین خو داسې خطرناک کار دے کهٔ پهٔ ټوقه وی هم غټ کفر دے اؤ دَ سزا حقدار دے۔ اؤ دې منافقانو خو دَ شرارت دپاره وې۔
لَا تَعْتَذِرُوْا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ١ؕ اِنْ نَّعْفُ عَنْ طَآىِٕفَةٍ مِّنْكُمْ نُعَذِّبْ طَآىِٕفَةًۢ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ۠۝۶۶
اوس عذرونه مهٔ کویٔ تاسو کافران شویٔ دَ ایمان دَ څرګندؤلو نه پس ، کهٔ مونږ معاف کړو پهٔ تاسو کښې ځنی کسان ، نو البته ځنو ته به عذاب هم ورکوو ځکه چې هغوی مجرمان وو۔ ف۶۹
ف۶۹: یعنی دَ دروغو عذرونو پهٔ جوړؤلو کښې مو څهٔ خیر نشته۔ چا ته چې به دَ نفاق اؤ مسخرو سزا ورکؤلے شی هغوی ته به خپله سزا ور رسی خلاصې ېٔ نشته۔ البته کهٔ چا دَ زړهٔ نه توبه ووېسته اؤ پهٔ رښتیا مسلمانان شو نو کړے غلطیٔ به ورته الله پاک معاف کړی۔ یا چا چې دَ وخته دَ داسې مسخرو نه ځان ساتلے دے هغهٔ ته به سزا نهٔ شی ورکؤلے۔
اَلْمُنٰفِقُوْنَ وَ الْمُنٰفِقٰتُ بَعْضُهُمْ مِّنْۢ بَعْضٍ١ۘ یَاْمُرُوْنَ بِالْمُنْكَرِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوْفِ وَ یَقْبِضُوْنَ اَیْدِیَهُمْ١ؕ نَسُوا اللّٰهَ فَنَسِیَهُمْ١ؕ اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ۝۶۷
منافقان سړی اؤ منافقانې ښځې ټول یو شان دی۔ چې ښیٔ خلقو ته ناکاره خبرې اؤ منع کوی ېٔ دَ نیکیٔ نه اؤ بند ساتی خپل موټی دوی الله هېر کړے نو الله هم دوی هېر کړل، بېشکه منافقان ډېر نافرمانه دی۔ ف۷۰
ف۷۰: یعنی دَ ټولو نه نافرمانه دغه منافقان نر ښځې دی چې پهٔ خلهٔ دَ اسلام دَ اظهار نه پس هم همېشه پهٔ دې فکر کښې دی چې پهٔ څهٔ چل به خلق ګمراه کړی ، دَ نیکیٔ نه به ېٔ واړوی اؤ پهٔ بدیٔ به ېٔ اخته کړی اؤ دَ خرڅ پهٔ اصل موقع موټې کلک کړی (خرڅ نهٔ کوی) غرض دا چې کلمه وائی خو نهٔ ېٔ دَ خلې نه چا ته خیر رسی نهٔ دَ مال نه۔ چې دوی الله پرېښو نو الله هم دوی پرېښؤل۔ کوم ځائې ته ېٔ وغوزؤل دَ دې بیان مخکښې آیتونو کښې راځی۔
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ الْمُنٰفِقٰتِ وَ الْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ هِیَ حَسْبُهُمْ١ۚ وَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌۙ۝۶۸
وعده کړے ده الله منافقو سړیو اؤ منافقو ښځو اؤ کافرو سره دَ دوزخ دَ اور چې پراتهٔ به وی پکښې همېشه۔ دغه سزا ورته بس ده۔ ف۷۱ اؤ دوی الله پهٔ لعنت کړی اؤ دوی دپاره مستقل عذاب دے۔ ف۷۲
ف۷۱: یعنی دا داسې پوره سزا ده چې دې نه پس ېٔ بلې سزا ته حاجت نشته۔
ف۷۲: (۱) یا خو ېٔ دا مطلب وی چې پهٔ دنیا کښې به هم ورباندې دَ الله دَ غضب اثر څرګندیږی، (۲) یا دَ مخکښې جملې تاکید دے۔
كَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَّ اَكْثَرَ اَمْوَالًا وَّ اَوْلَادًا١ؕ فَاسْتَمْتَعُوْا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَ خُضْتُمْ كَالَّذِیْ خَاضُوْا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۝۶۹
دَ مخکښینیو قومونو پهٔ شان چې زیات وو ستاسو نه پهٔ طاقت کښې اؤ زیات وو پهٔ مال اؤ اولاد کښې۔ بیا هغوی څهٔ فائده واخسته دَ خپلې برخې نه، ف۷۳ بیا تاسو هم فائده واخسته دَ خپلې برخې نه ، څنګه چې فائده اخستې وه ستاسو نه مخکښینیو دَ خپلې برخې نه۔ اؤ تاسو هم دَ هغوی پهٔ چال روان یئ ۔ ف۷۴ دغه خلق برباد شو دَ دوی عملونه پهٔ دنیا اؤ اخرت کښې اؤ هم دغه خلق تاوانیان دی۔ ف۷۵
ف۷۳: یعنی دنیا کښې څومره فائده اؤ آرام دَ دوی پهٔ نصیب وهٔ هغه خو ېٔ واخستو اؤ دَ اخرت دَ آرام څهٔ فکر ېٔ ونهٔ کړو۔
ف۷۴: یعنی تاسو هم دَ هغوی پهٔ شان دَ آخرت دَ تصوّر نه غافل یئ اؤ دَ فانی دنیا پهٔ فائدو کښې چې څومره مو قسمت دے هغه حاصلویٔ اؤ ټول کار مو دَ هغو پهٔ شان دے نو واؤریٔ چې دَ هغو څهٔ حال شوے وهٔ هغه به ستاسو هم وی۔ دَ هغو سره مال دولت اؤ دَ بدن طاقت تاسو نه زیات وهٔ خو چې دَ الله پهٔ ګرفت کښې راغلهٔ نو هېڅ ېٔ پکار نهٔ شو نو تاسو پهٔ کوم طاقت دَ الله دَ عذاب نه بې فکره شوی یئ؟
ف۷۵: یعنی هېڅ دَ دنیا اؤ آخرت برکت اؤ عزت ېٔ نصیب نهٔ شو۔ باقی دَ دنیا څهٔ لږ لذّت ېٔ حاصل کړے دے دا پهٔ اصل کښې دَ هغو دپاره عذاب وهٔ څنګه چې دوه رکوع مخکښې فَلَا تُعْجِبُكَ اَمْوَالُهُمْ وَلَآ اَوْلَادُهُمْ پهٔ فوائدو کښې ذکر شوے دے۔
اَلَمْ یَاْتِهِمْ نَبَاُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّ عَادٍ وَّ ثَمُوْدَ١ۙ۬ وَ قَوْمِ اِبْرٰهِیْمَ وَ اَصْحٰبِ مَدْیَنَ وَ الْمُؤْتَفِكٰتِ١ؕ اَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ١ۚ فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۝۷۰
آیا دوی ته نهٔ دے رسېدلے خبر دَ هغه خلقو چې دَ دوی نه مخکښې وو دَ نوحؑ قوم اؤ دَ عادؑ اؤ ثمودؑ اؤ دَ ابراهیمؑ دَ قوم اؤ دَ مدین دَ خلقو اؤ دَ هغه کلیو چې اړولی شوی وو ف۷۶ راغلی وو دوی ته رسولان دَ صفا حکمونو سره ۔ نو الله داسې نه وهٔ چې پهٔ دوی ېٔ ظلم کړے وې ، لېکن دوی پهٔ خپلو ځانونو پخپله ظلم کؤلو۔ ف۷۷
ف۷۶: دَ نوحؑ قوم پهٔ طوفان، دَ عادؑ قوم پهٔ سیلۍ ، دَ ثمودؑ قوم پهٔ چغه هلاک شوی دی۔ الله پاک دَ ابراهیمؑ امداد ډېر پهٔ ناشنا طریقه وکړو۔ (چې اور ېٔ ورباندې ګلزار کړو) مخالفین ېٔ ذلیل اؤ شرمنده شو۔ اؤ ظالم بادشاه نمرود (چا چې ابراهیمؑ پهٔ اور کښې دَ اچؤلو حکم کړے وهٔ) پهٔ بد حال مړ شو۔ اصحابِ مدین پهٔ زلزله تباه شو۔ دَ لوط علیه السّلام پهٔ قوم زمکه اپوټه واؤړېده اؤ دَ کاڼیو باران پرې وشو۔ دا ټولې قصې سوا دَ ابراهیمؑ دَ قصې نه پهٔ سورتِ اعراف کښې تېرې شوے دی۔
ف۷۷: یعنی الله پاک چا ته بې وجې سزا نهٔ ورکوی۔ دا ظالمان خپله داسې جرمونه کوی چې عذاب راتلل پرې ضروری شی۔
وَ الْمُؤْمِنُوْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتُ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ١ۘ یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ یُطِیْعُوْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ سَیَرْحَمُهُمُ اللّٰهُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۷۱
اؤ ایماندار سړی اؤ ایماندارې ښځې دَ یو بل مددګار دی چې ښیٔ ښې خبرې اؤ منع کوی دَ بدو نه اؤ قائم ساتی نمونځونه اؤ ورکوی زکوٰة اؤ تابعداری کوی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ ، دغه خلق دی چې الله ورباندې رحم کوی بېشکه الله زبردست دے دَ حکمت خاوند، ف۷۸
ف۷۸: دَ رکوع پهٔ سر کښې دَ منافقانو خویونه بیان شوی وو۔ اوس دَ هغې پهٔ مقابله کښې دَ مسلمانانو خویونه بیانیږی۔ یعنی چې منافقان خلق دَ نیکیٔ نه منع کوی ، بدیٔ ته ېٔ اړوی۔ نو مؤمنان خلق دَ بدیٔ نه منع کوی اؤ نیکیٔ ته ېٔ اړوی۔ دَ منافقانو موټې بند دے دَ مسلمانانو لاس ازاد دے ، هغوی دَ بخل پهٔ وجه مال نهٔ خرڅ کوی اؤ مسلمانان دَ خپلو مالونو نه باقاعده زکوٰة وباسی۔ هغوی الله بالکل هېر کړے دے اؤ مسلمانان ېٔ پنځهٔ وخته یادوی اؤ پهٔ هر کار کښې دَ الله اؤ رسولﷺ دَ حکم تابعداری کوی۔ ځکه منافقان دَ لعنت حقدار شو اؤ مسلمانان دَ الله دَ رحمت حقدار شو۔
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَ مَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ١ؕ وَ رِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۠۝۷۲
وعده کړی الله دَ ایماندارو سړیو اؤ ایماندارو ښځو سره دَ داسې باغونو چې بهیږی ترې لاندې نهرونه دوی به وسی پکښې همېشه ، اؤ دَ صفا ښائسته کورونو دَ وسېدو پهٔ دې باغونو کښې۔ اؤ دَ الله راضی کېدل دَ دې ټولو نه زیات دی ، هم دغه غټه کامیابی ده۔ ف۷۹
ف۷۹: دَ دنیا اؤ اخرت دَ ټولو نعمتونو نه دَ الله رضا زیاته ده۔ جنت هم ځکه مطلوب دے چې دَ الله دَ رضا ځائې دے۔ الله پاک به مؤمنانو ته پهٔ جنت کښې هر قسم بدنی اؤ روحانی نعمتونه ورکړی لېکن پهٔ ټولو کښې غټ نعمت به دَ محبوبِ حقیقی رضا وی۔ پهٔ صحیح حدیث شریف کښې دی۔ الله پاک به جنتیانو ته اواز وکړی۔ جنتیان به لَبَّیْكَ ووائی (مونږ حاضر یو) بیا به ترېنه الله پاک تپوس وکړی۔ تاسو راضی اؤ خوشحاله شویٔ هغوی به ووائی چې تا راباندې دومره رحم وکړو نو راضی کیږو به ولې نه۔ وبه وئیلے شی هَلْ اُعْطِیْکُمْ اَفْضَلَ مِنْ ذٰلِكَ (آیا دَ دې نه زیات بهتر شے درکړم؟ جنتیان به ووائی اے پروردګاره دَ دې نه به زیات نور څهٔ نعمتونه وی؟ الله پاک به وفرمائی۔ اُحِلُّ عَلَیْکُمْ رِضْوَانِیْ فَلَا اَسْخَطُ عَلَیْکُمْ بَعْدَهٗ اَبَدًا یعنی چې خپله دائمی رضا به درباندې نازله کړم داسې رضا چې بیا به درنه هېچرې نهٔ خفه کېږم۔ (الله دې دا نعمت زمونږ اؤ ټولو مؤمنانو نصیب کړی۔ آمین)
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ١ؕ وَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۷۳
اے نبیﷺ جهاد کوه دَ کافرانو اؤ منافقانو سره اؤ سختی کوه پهٔ دوی باندې۔ اؤ دَ دوی ځائې دوزخ دے۔ اؤ دا ډېر ناکاره ځائې دے۔ ف۸۰
ف۸۰: دَ جهاد معنٰی ده دَ یو ناخوښه څیز پهٔ دفع کؤلو کښې انتهائی کوشش کؤل۔ دا کوشش کله دَ وسلې پهٔ استعمال کیږی، کله دَ خلې پهٔ خبرو ، کله پهٔ قلم ، کله پهٔ مال لګؤلو ، کله پهٔ نورو نورو طریقو۔ منافق هغه دی چې پهٔ خلهٔ کلمه وائی ، دَ اسلام اظهار کوی، ځان پهٔ مسلمانانو کښې شمیری خو دَ زړهٔ نه مسلمانان نهٔ وی۔ دَ دوی پهٔ مقابله کښې جهاد بالسیف دَ جمهورِ اُمّت پهٔ نزد مشروع نهٔ دے۔ اؤ نهٔ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې داسې شوے ده۔ ځکه دلته دَ جهاد لفظ عام یٔښې شوے دے۔ یعنی پهٔ توره ، پهٔ ژبه ، پهٔ قلم۔ پهٔ کوم وخت چې دَ څنګه مقابلې ضرورت اؤ دَ حالاتو مناسب وی۔ دَ ځنې عالمانو پهٔ خیال کهٔ دَ منافقانو نفاق بالکل څرګند وی نو دَ هغوی سره هم جهاد بالسّیف کېدے شی۔ بهرحال دَ تبوک پهٔ غزا کښې دَ منافقانو حالت بالکل څرګند شوے وهٔ۔ ځکه پهٔ دې آیت کښې دَ هغوی متعلق دَ سختیٔ اختیارؤلو هدایت شوے دے۔ نبی کریمﷺ فطری طور ډېر نرم اؤ رحم دل وهٔ۔ فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْ١ۚ وَ لَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِیْظَ الْقَلْبِ لَا نْفَضُّوْا مِنْ حَوْلِكَ (سورت آل عمران، آیت ۱۵۹، رکوع۱۷) بیا دَ الله پاک دا حکم هم وهٔ۔ وَ اخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَۚ(سورت شعراء، آیت ۲۱۵، رکوع۱۱) اؤ منافقان هم پهٔ ظاهره مؤمنان وو۔ نو حضور اکرمﷺ به دَ هغوی پهٔ غلطیو چشم پوشی کؤله اؤ نرم به ورسره چلېدو۔ دَ تبوک دَ غزا پهٔ موقع چې منافقانو پهٔ څرګنده خپل عناد اؤ دښنمنی ښکاره کړه نو دَ الله پاک دَ طرف نه حکم وشو چې اوس ورسره سختی پکار ده۔ دا بې حیا پهٔ سړیتوب نهٔ پوهیږی۔
یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ مَا قَالُوْا١ؕ وَ لَقَدْ قَالُوْا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَ كَفَرُوْا بَعْدَ اِسْلَامِهِمْ وَ هَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْا١ۚ وَ مَا نَقَمُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ اَغْنٰىهُمُ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ مِنْ فَضْلِهٖ١ۚ فَاِنْ یَّتُوْبُوْا یَكُ خَیْرًا لَّهُمْ١ۚ وَ اِنْ یَّتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ عَذَابًا اَلِیْمًا١ۙ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١ۚ وَ مَا لَهُمْ فِی الْاَرْضِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍ۝۷۴
دوی پهٔ الله قسمونه خوری چې مونږ نهٔ دی وئیلی ، اؤ بېشکه دوی خبره کړے ده دَ کفر اؤ منکر شوی دی دَ مسلمانېدو نه پس، ف۸۱ اؤ نیت ېٔ کړے دَ داسې څیز چې دوی ته حاصل نهٔ شو۔ ف۸۲ اؤ دا ټول دَ دې بدله ده چې الله اؤ دَ هغهٔ رسولﷺ دوی دولتمند کړل پهٔ خپل فضل ، نو کهٔ دوی توبه وباسی نو دا به دوی دپاره ښهٔ شی ، اؤ کهٔ نهٔ منی نو عذاب به ورکړی الله دردناک عذاب پهٔ دنیا اؤ اخرت کښې ، اؤ نهٔ به وی دوی دپاره دَ زمکې پهٔ مخ څوک ملګرے اؤ نهٔ څوک مددګار۔ ف۸۳
ف۸۱: منافقانو به پشی شا دَ حضور اکرمﷺ اؤ دَ مسلمانانو بد وې اؤ دَ هغوی سپکاوے به ېٔ کؤلو۔ اؤ کهٔ چا به حضور اکرمﷺ ته دَ هغوی خبرې ورسؤلے نو بیا به ېٔ دَ دروغو قسمونه خوړل چې دوی دروغ وائی مونږ داسې خبرې نهٔ دی کړے۔ الله پاک دَ مسلمانانو خبر وړونکیو تصدیق وکړو چې واقعی دې منافقانو داسې خبرې کړے دی اؤ دَ اسلام دَ دعوې نه پس هم پهٔ پېغمبر اسلامﷺ اؤ مسلمانانو پسې داسې خبرې کوی چې هغه صرف دَ اسلام نه منکر کؤلے شی۔ دَ مسلمانانو دَ خلې نه داسې خبرې نهٔ شی وتې۔
ف۸۲: دَ تبوک دَ غزا نه پهٔ واپسیٔ کښې پهٔ یوه موقع حضور اکرمﷺ دَ لښکر نه جدا دَ غرهٔ پهٔ یو لار را روان وهٔ۔ تقریبًا دولسو(۱۲) منافقانو مخونه پهٔ نقاب پټ کړی وو اؤ دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې ېٔ پهٔ حضور اکرمﷺ حمله کؤله چې (نعوذ بالله) دَ غرهٔ نه ېٔ ورغړوی۔ دَ حضور اکرمﷺ سره حضرت حذیفهؓ اؤ حضرت عمّارؓ ملګری وو۔ دَ حضرت عمّارؓ نه خو هغوی چاپېره شوی وو لېکن حضرت حذیفهؓ پهٔ هغوی یواځې داسې حملې وکړې چې دَ هغوی دَ اوښانو مخونه ېٔ واپس وګرځؤل۔ دَ هغوی مخونه پټ وو نو حضرت حذیفهؓ ونهٔ پېژندلے شو۔ بیا وروستو حضور اکرمﷺ هغهٔ ته دَ ټولو حمله کؤنکیو نومونه اؤ اتې پتې وښیٔلې۔ خو منع ېٔ کړو چې بل چا ته به نهٔ وائ۔ پهٔ هَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْ کښې دې واقعې ته اشاره ده چې کومه ناپاکه اراده هغوی کړے وه پهٔ هغې کښې کامیاب نهٔ شو۔ ځنې عالمانو لیکلی دی چې پهٔ یوه موقع دَ اسلام پهٔ لښکر کښې منافقانو دَ مهاجرینو اؤ انصارو ترمینځه دَ خانه جنګیٔ جوړؤلو کوشش کړے وهٔ خو کامیاب نهٔ شو۔ څنګه چې پهٔ سورة المنافقون کښې پهٔ تفصیل سره راځی۔
ف۸۳: یعنی دَ حضور اکرمﷺ پهٔ برکت دوی دولت مند شو اؤ دَ قرضونو نه خلاص شو۔ چې دَ مسلمانانو پهٔ ډله کښې دَ شاملېدو پهٔ وجه به ورته مالِ غنیمت کښې برخه ورکؤلے شوه ۔ دَ حضور اکرمﷺ دَ راتلو پهٔ برکت ېٔ دَ فصلونو پیداوار ښهٔ شو نو دَ دې ټولو احسانونو اؤ نعمتونو بدله دوی دا ورکړه چې دَ الله پاک اؤ رسولﷺ سره ېٔ ټګی ټوری اؤ دښمنی راواخسته اؤ اسلام اؤ مسلمانانو ته دَ نقصان رسؤلو کوشش کوی۔ اوس هم کهٔ دوی دَ خپلو عملونو نه پهٔ رښتیا توبه وویسته نو دا دَ دوی دپاره ښهٔ ده۔ ګنی الله پاک به پهٔ دنیا اؤ اخرت کښې داسې سزا ورکړی چې هېڅوک به ېٔ دَ امداد اؤ خلاصی نهٔ وی۔ وائی چې دَ دې آیت پهٔ اورېدو جُلاس نومې یو سړی توبه وویسته اؤ باقی ژوند ېٔ دَ اسلام پهٔ خدمت کښې تېر کړو۔ اؤ آخر ېٔ ځان دَ الله پهٔ لار کښې قربان کړو۔
وَ مِنْهُمْ مَّنْ عٰهَدَ اللّٰهَ لَىِٕنْ اٰتٰىنَا مِنْ فَضْلِهٖ لَنَصَّدَّقَنَّ وَ لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۷۵
اؤ ځنی پهٔ دوی کښې هغه دی چې وعده ېٔ کړی وه کهٔ راکړی الله مونږ ته پهٔ خپل فضل نو مونږ به ضرور خیرات کوؤ اؤ شو به مونږ نیکان۔
فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ بَخِلُوْا بِهٖ وَ تَوَلَّوْا وَّ هُمْ مُّعْرِضُوْنَ۝۷۶
بیا کوم وخت چې ورکړو الله پهٔ خپل فضل نو بخل ېٔ وکړو اؤ واپس شو اؤ مخ ېٔ واړؤلو ۔ ف۸۴
ف۸۴: وائی چې ثعلبه بن حاطب نومې یو انصاری حضور اکرمﷺ ته خواست وکړو چې ما ته دعا وکړه چې مالدار شم۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل چې لږ مال چې تهٔ ورباندې دَ الله شکر ادا کړې دَ هغه ډېر مال نه بهتر دے چې تهٔ ېٔ حقونه پوره نهٔ کړې شې۔ هغهٔ ورته بیا خواست وکړو۔ نو حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل ولې ستا دا خوښه نهٔ ده چې زما پهٔ نقشِ قدم روان شې۔ حضور اکرمﷺ چې ورته څومره انکار کؤلو هغهٔ به بیا بیا خواست کؤلو۔ اخر کښې ېٔ وعده وکړه کهٔ زهٔ الله پاک مالدار کړم نو زهٔ به ېٔ پوره پوره حقونه ادا کوم۔ بیا حضور اکرمﷺ دعا وکړه۔ اؤ دَ هغهٔ دَ بیزو پهٔ رمه کښې برکت پیدا شو ، دومره ډېرې شوې چې پهٔ مدينه منوره کښې ورته وسېدل ګران شو۔ دَ ښار نه بهر دیره شو اؤ دَ بیزو پهٔ معامله کښې دومره مشغول شو۔ چې اکثر به پهٔ میره کښې وهٔ دَ جمات دَ جمعې نمونځونه ترېنه پاتې شو۔ څهٔ ورځې پس چې دَ زکوٰة وصولؤلو دپاره سړے ورغلو نو ورته ېٔ ووې چې دا زکوٰة خو هم دَ جزیٔے پهٔ شان یو ټیکس ښکاری۔ دغسې بهانې مانې ېٔ ورته کؤلے۔ پهٔ اخر کښې ېٔ دَ زکوٰة ورکؤلو نه بالکل انکار وکړو۔ حضور اکرمﷺ درے ځله وفرمائیل ویح ثعلبة (ثعلبه تباه شو) اؤ دا آیت نازل شو۔ دَ هغهٔ خپلوانو ورته دا خبر ورسؤلو نو بیا ېٔ څهٔ پهٔ مات زړهٔ دَ ویرې دَ زکوٰة څاروی راوستل۔ دَ حضور اکرمﷺ مخکښې ېٔ پېش کړل۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل الله پاک زهٔ ستا دَ زکوٰة قبلؤلو نه منع کړے یم۔ دَ دې پهٔ اورېدو هغهٔ ډېره ژړا انګولا جوړه کړه۔ ځکه چې زکوٰة نهٔ قبلېدل دَ هغهٔ دپاره ډېره دَ شرم خبره وه۔ دَ بدنامیٔ دَ ویرې ېٔ ویر ژړا کؤله خو پهٔ زړهٔ کښې هغه شان منافق وهٔ۔ بیا ېٔ دَ حضور اکرمﷺ دَوفات نه پس ابوبکر صدیقؓ ته زکوٰة راؤړو هغهٔ هم قبول نه کړو۔ بیا دغه شان حضرت عمرؓ اؤ حضرت عثمانؓ دَ هغهٔ دَ زکوٰة قبلؤلو نه انکار وکړو۔ ټولو به دا وې چې کوم څیز حضور اکرمﷺ نهٔ دے قبول کړے مونږ ېٔ نهٔ شو قبلؤلے آخر هغه دَ حضرت عثمانؓ پهٔ زمانه کښې دغسې دَ نفاق پهٔ حالت کښې مړ شو۔
فَاَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلٰی یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ بِمَاۤ اَخْلَفُوا اللّٰهَ مَا وَعَدُوْهُ وَ بِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ۝۷۷
بیا ېٔ دَ دې پهٔ اثر واچؤلو نفاق دَ دوی پهٔ زړونو کښې دَ ملاقات تر ورځې پورې دا ځکه چې دوی خلاف کړے وۂ الله سره دَ کړے وعدو نه اؤ ځکه چې دوی دروغ وئیل۔ ف۸۵
ف۸۵: یعنی دَ الله پاک سره دَ وعده خلافیٔ اؤ دروغو وئیلو پهٔ سزا کښې دَ هغوی دَ بخل اؤ اعراض نتیجه دا شوه چې دَ نفاق جرړې ېٔ پهٔ زړهٔ کښې مضبوطې شوې چې تر مرګه ترې خلاص نهٔ شو اؤ هم دغه سنّت الله (دَ الله پاک طریقه) ده چې څوک ناکاره خویونه خوښ کړی اؤ پهٔ بیا بیا کؤلو هغه عادتونه پاخهٔ شی نو دَ دې دوام اؤ پوخوالی نه کله کله پهٔ مهر لګؤلو (طبع اؤ ختم) سره تعبیر کوی۔
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَ نَجْوٰىهُمْ وَ اَنَّ اللّٰهَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِۚ۝۷۸
آیا دوی پهٔ دې خبر نهٔ دی چې الله ته معلوم دی دَ دوی رازونه اؤ دوی پټې صلاح ګانې، اؤ پهٔ دې چې الله پهٔ ټولو پټو خبرو ښهٔ خبر دے۔ ف۸۶
ف۸۶: یعنی کهٔ هر څومره وعدې کوی اؤ خبرې جوړوی یا پهٔ مجبوریٔ پهٔ مات زړهٔ مالونه پېش کوی خو الله پاک دَ دوی دَ نیتونو اؤ دَ زړهٔ پهٔ حالونو ښهٔ خبر دے اؤ دَ خپلو ملګریو سره چې کومې پټې صلاح ګانې کوی هغه هم ورته پوره پوره معلومې دی هغه خبر دے چې لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَکُوْنَنَّ مِنَ الصَّالِحِیْنَ وعده اؤ دَ ویرې زکوٰة راؤړل پهٔ کوم نیت دی۔
اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَ الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ١ؕ سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ١٘ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۷۹
کوم خلق چې ملامتیا کوی پهٔ هغه مسلمانانو، کوم چې پهٔ خپله خوښه پهٔ ازاد لاس خیرات کوی اؤ پهٔ هغه مسلمانانو کوم چې نهٔ لری مګر خپل محنت نو دوی ټوقې کوی پهٔ هغوی پورې ، سزا به ورکړی الله دوی ته دَ مسخرو اؤ دوی دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۸۷
ف۸۷: یو ځل حضور اکرمﷺ مسلمانانو ته دَ صدقې ورکؤلو ترغیب ورکړو۔ نو حضرت عبد الرحمٰن بن عوفؓ (چې مالدار وهٔ) څلور زره اشرفۍ پېش کړې۔ اؤ حضرت عاصم بن عدیؓ سل باره (وسق) کجورې پېش کړې چې دَ هغې قیمت څلور زره درهمه جوړېدو۔ نو منافقو به وې چې دا ېٔ دَ نوم ناموس دپاره وکړل۔ یو بل غریب صحابی ابو عقیلؓ چې څهٔ محنت مزدوری کړے وه نو یو صاع کجورې ېٔ پېش کړې۔ نو هغهٔ پورې هم منافقانو خندل چې دې هم هسې ځان پهٔ سورو کښې شمیری۔ دې یو سیر کجورو ته اوس څهٔ حاجت وهٔ؟ پهٔ دې څهٔ پوره نیمګړې؟ غرض دا چې لږ خیرات کؤنکی اؤ ډېر هېڅوک ترې نهٔ خلاصېدل۔ پهٔ چا ېٔ دَ ریا الزام لګؤلو اؤ چا پورې ېٔ خندا کؤله۔ الله پاک دوی ته دَ دې ټوقو اؤ خندا سزا دا ورکړه چې څو ورځې خو ېٔ خپلو لوبو ته ازاد پرېښودل اؤ بیا ورته دردناک عذاب تیار دے۔
اِسْتَغْفِرْ لَهُمْ اَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ١ؕ اِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِیْنَ مَرَّةً فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ۠۝۸۰
تهٔ کهٔ دوی دپاره بخښنه غواړې اؤ کهٔ نهٔ غواړې۔ کهٔ تهٔ دوی دپاره اویا ځله بخښنه وغواړې ، هم الله هرګز دوی نهٔ بخښی۔ ځکه چې دوی انکار کړے دے دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول نه۔ اؤ الله لار نهٔ ورکوی نافرمانه خلقو ته۔ ف۸۸
ف۸۸: یعنی دَ منافقانو دپاره کهٔ تهٔ هر څومره بخښنه وغواړې بې فائدې ده۔ دا بدبخته نافرمانه الله پاک هېچرې نهٔ معاف کوی۔ چل داسې شوے وهٔ چې مدینه منوره کښې دَ منافقانو مشر عبد الله بن ابیٔ بن سلول مړ شو۔ دَ هغهٔ ځوئے پوخ مسلمان وهٔ۔ نو دَ هغهٔ دَ خاطره حضور اکرمﷺ خپل مبارک قمیص دَ هغهٔ دَ کفن دپاره ورکړو اؤ دَ خپلې خلې مبارکې لاړے ېٔ ورته پهٔ خلهٔ کښې واچؤلے۔ اؤ دَ جنازې نمونځ ېٔ ورباندې وکړو۔ اؤ دَ هغهٔ دَ مغفرت دپاره ېٔ دَ الله پاک نه دعا وغوښته۔ حضرت عمرؓ به ورته پهٔ دې کارونو کښې اړه اچؤله چې یا رسول اللهﷺ دا خو هغه خبیث دے چې پهٔ فلانی فلانی وخت کښې ېٔ داسې داسې ناکاره حرکتونه کړی وو۔ همېشه ېٔ دَ کفر اؤ نفاق مشری کؤله۔ ولې دَ دوی پهٔ حق کښې الله پاک نهٔ دی فرمائیلی؟ استغفر لهم اولا تستغفر لهم ان تستغفر لهم سبعین مرۃ فلن یغفراللہ لهم (ته دوی دپاره بخښنه وغواړې اؤ کهٔ ونهٔ غواړې (دَ دوی دپاره یو شان ده) کهٔ تهٔ دَ دوی دپاره اویا ځله بخښنه وغواړې هم الله پاک دوی نهٔ بخښی) حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل اے عمره زه الله پاک دَ استغفار نه منع کړے نهٔ یم اجازت ېٔ راکړے دے چې غواړم اؤ کهٔ نهٔ غواړم دا دَ الله پاک کار دے معاف کوی ېٔ اؤ کهٔ نه۔ یعنی کهٔ زما استغفار دَ دوی پهٔ حق کښې فائده مند نهٔ وی نو نهٔ دې وی۔ کېدے شی چې زما دَ استغفار پهٔ وجه نورو خلقو ته فائده ورسی۔ نور خلق چې دَ دومره غټ دښمن پهٔ حق کښې دَ پېغمبرﷺ دا حسنِ سلوک اؤ لوئے زړهٔ ووینی نو شاید چې دَ اسلام حقانیت ورته څرګند شی اؤ اسلام قبول کړی۔ دَ صحیح بخاری شریف حدیث دے چې حضور اکرمﷺ وفرمائیل کهٔ زهٔ پوهېدے چې دَ اویا(۷۰) ځله نه زیات استغفار به دَ دوی دپاره مفید شی نو ما به دَ دې نه ډېر زیات ځله کړے وهٔ۔ پهٔ دې خبره حضور اکرمﷺ حضرت عمرؓ ته تنبیه ورکړه چې استغفار حضور اکرمﷺ هم مفید نهٔ ګڼلو خو فرق صرف دومره وهٔ چې دَ حضرت عمرؓ نظر دَ بغض فی الله پهٔ وجه پهٔ دغه نقطه ولاړ وهٔ۔ چې مفید نهٔ دے نو کؤل ېٔ هم نهٔ دی پکار۔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ نظر دَ مړی دَ فائدې نه قطع نظر دَ عام پېغمبرانه شفقت اؤ مهربانیٔ اظهار کؤلو اؤ دَ نورو خلقو دَ فائدې خیال ېٔ ساتلو۔
اخر الله پاک دَ وحې پهٔ ذریعه قطعی حکم ورکړو۔ وَلاَ تُصَلِّ عَلیٰۤ اَحَدٍ مِّنْهُمْ مَّاتَ اَبَدًا وَّلَا تَقُمْ عَلیٰ قَبْرِہٖ ۔
(اؤ دَ جنازې نمونځ مهٔ کوه پهٔ دوی کښې دَ یو کس کهٔ مړ شی هېچرې اؤ مهٔ دَ دوی پهٔ قبر دَ دعا دپاره ودرېږه)
یعنی پهٔ منافق دَ جنازې نمونځ هم مهٔ کوه اؤ دَ کفن دفن انتظام کښې ېٔ هم برخه مهٔ اخله ځکه چې پهٔ دې طریقه دَ منافقینو حوصله زیاتیږی اؤ مسلمانانو ته پرې تکلیف رسی۔ دَ دې حکم نه پس بیا حضور اکرمﷺ پهٔ یو منافق هم دَ جنازې نمونځ نهٔ دے کړے۔
فَرِحَ الْمُخَلَّفُوْنَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلٰفَ رَسُوْلِ اللّٰهِ وَ كَرِهُوْۤا اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ قَالُوْا لَا تَنْفِرُوْا فِی الْحَرِّ١ؕ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ اَشَدُّ حَرًّا١ؕ لَوْ كَانُوْا یَفْقَهُوْنَ۝۸۱
خوشحال شول وروستو پاتې کېدونکی خلق پهٔ وروستو پاتې کېدو دَ رسول الله نه ، اؤ دا ېٔ خوښه نهٔ کړه چې جهاد وکړی پهٔ خپلو مالونو اؤ سرونو دَ الله پهٔ لار کښې ف۸۹ اؤ وې وئیل مهٔ وځیٔ پهٔ دې سخته ګرمیٔ کښې، ف۹۰ ورته ووایه دَ دوزخ اور ډېر زیات ګرم دے۔ کهٔ چرې دوی پوهیږی۔ ف۹۱
ف۸۹: دا دَ هغه منافقانو متعلق دے کوم چې دَ تبوک پهٔ غزا کښې شرکت نه پاتی شوی وو۔ یعنی دَ منافقانو حال خو دا دے چې دَ عیب اؤ بدیٔ پهٔ کار خوشحالیږی اؤ دَ نیکیٔ دَ کار نه لرې تښتی۔ بلکې پهٔ نیکیٔ کؤنکیو پورې ټقالې اؤ خنداګانې کوی۔ داسې خلقو ته دَ نبیﷺ دَ استغفار څهٔ فائده نهٔ شی رسېدے۔ دَ دې ځائې نه دَ ګنهګار اؤ دَ بد اعتقاده فرق څرګند شو۔
وَ لَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَّلَمُوْآ اَنْفُسَهُمْ جَآءُوْكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللہَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُو اللہَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا ۔
(اؤ کهٔ دوی پهٔ خپلو ځانونو ظلم کړے وی (ګناه ېٔ کړے وی) اؤ بیا تا ته راشی دَ الله پاک نه بخښنه وغواړی اؤ رسولﷺ هم دَ دوی دپاره بخښنه وغواړی نو الله پاک به بیا مومی توبه قبلؤنکے مهربانه) یعنی الله پاک به ورته ټول ګناهونه معاف کړی۔ نو دَ ګنهګار دپاره خو دا حکم دے چې دَ نبیﷺ پهٔ دعا ېٔ ټول ګناهونه معاف کیږی لېکن دَ بد اعتقاده دپاره دا حکم دے کهٔ نبیﷺ ورته ډېر ځله دعا وکړی هم څهٔ فائده نهٔ ورکوی۔
ف۹۰: دا خبرې خو منافقانو پهٔ خپلو کښې کؤلے اؤ یا به ېٔ مسلمانانو سره کؤلے چې دَ دوی زړونه کمزورے شی۔
ف۹۱: یعنی کهٔ عقل ېٔ وې نو دا خیال به ېٔ کړے وهٔ چې دَ دې ګرمیٔ نه خو ځان بچ کوؤ لېکن کومې ګرمیٔ ته چې ځان غوزوؤ یعنی دَ دوزخ ګرمی هغه دَ دې نه ډېره سخته ده۔ دا خو هغه کار شو چې دَ باران نه تښتېدو پرنالې لاندې ودرېدو۔ یو حدیث شریف دے چې دَ دوزخ اور دَ دنیا دَ اور نه یو کم اویا(۶۹) چنده زیات ګرم دے۔ (نعوذ بالله منها)
فَلْیَضْحَكُوْا قَلِیْلًا وَّ لْیَبْكُوْا كَثِیْرًا١ۚ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۝۸۲
نو دوی دې وخاندې لږ غوندې اؤ بیا دې وژاړی ډېر ، دغه سزا ده دَ دوی دَ کارونو ۔ ف۹۲
ف۹۲: یعنی دَ دنیا څو ورځې ژوند کښې پهٔ خپلو کارونو ټوپونه ووهیٔ اؤ ښهٔ وخاندیٔ چې سترګې مو پټې شی نو پته به درته ولګی۔ بیا به همېشه دپاره ژاړیٔ۔
فَاِنْ رَّجَعَكَ اللّٰهُ اِلٰی طَآىِٕفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَاْذَنُوْكَ لِلْخُرُوْجِ فَقُلْ لَّنْ تَخْرُجُوْا مَعِیَ اَبَدًا وَّ لَنْ تُقَاتِلُوْا مَعِیَ عَدُوًّا١ؕ اِنَّكُمْ رَضِیْتُمْ بِالْقُعُوْدِ اَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوْا مَعَ الْخٰلِفِیْنَ۝۸۳
بیا کهٔ الله تا واپس ورولی دَ دوی یوې ډلې ته ف۹۳ اؤ بیا دوی ستا نه دَ وتو اجازت وغواړی نو ورته ووایه چې تاسو به هرګز ما سره نهٔ وځیٔ هېچرې اؤ نهٔ به زما پهٔ ملګرتیا کښې یو دښمن سره جنګ کویٔ تاسو خوښ کړو ناستے وړومبی ځل، نو ناست وسیٔ دَ وروستو پاتی کېدونکیو سره۔ ف۹۴
ف۹۳: پهٔ دې وخت کښې حضور اکرمﷺ دَ مدینې منوّرې نه ډېر لرې پهٔ تبوک کښې وهٔ۔ ممکنه وه چې دَ حضور اکرمﷺ تر واپسیٔ ځنی منافقان مړهٔ شوی وی۔ ځکه اِلیٰ طَآئِفَةٍ مِّنْهُمْ وفرمائیلی شو۔
ف۹۴: یعنی دَ دې نه پس کهٔ اوس دوی چرته پهٔ بله غزا کښې دَ شریکېدو اجازت غواړی نو ورته ووایه چې بس دے ستاسو مړانه معلومه شوه۔ ستاسو دَ زړهٔ حال مخکښې غزا کښې معلوم شوے دے۔ تاسو هېچرې زمونږ سره ملګرتیا نهٔ شیٔ کؤلے۔ اؤ نهٔ دَ دښمن مقابله کښې مونږ ته ستاسو دَ امداد څهٔ حاجت شته۔ دَ خپلو ښځو اؤ ړندو ګوډو سره کور کښې کښېنیٔ څنګه چې مخکښې ناست ویٔ۔ اؤ چې پهٔ دې حالت کښې مړهٔ شیٔ نو ښهٔ ده چې دَ عذاب خوند پوره پوره وڅکیٔ ۔
وَ لَا تُصَلِّ عَلٰۤی اَحَدٍ مِّنْهُمْ مَّاتَ اَبَدًا وَّ لَا تَقُمْ عَلٰی قَبْرِهٖ١ؕ اِنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ مَاتُوْا وَ هُمْ فٰسِقُوْنَ۝۸۴
اؤ نمونځ مهٔ کوه پهٔ دوی کښې پهٔ هېچا کهٔ مړ شی اؤ هېچرې دَ هغهٔ پهٔ قبر مهٔ ودرېږه ف۹۵ دوی منکر دی دَ الله اؤ رسول نه اؤ مړهٔ شوی دی نافرمانه ف۹۶
ف۹۵: یعنی دَ دعا دپاره یا دَ کفن دفن دَ انتظام دپاره۔
ف۹۶: دا آیت دَ عبدالله بن ابیٔ بن سلول منافق نه پس نازل شوے دے۔ دَ دې آیت نازلېدو نه پس پهٔ منافق دَ جنازې نمونځ قطعًا منع شو۔ امیر المؤمنین حضرت عمرؓ به احتیاطًا دَ داسې جنازې نمونځ نهٔ کؤلو کومه کښې چې به حضرت حذیفهؓ شریک نهٔ وهٔ۔ ځکه چې حضور اکرمﷺ هغهٔ ته دَ منافقانو نومونه ښیٔلی وو۔ ځکه دَ هغهٔ لقب صاحبِ سِرِّ رسول اللهﷺ وهٔ۔ یعنی دَ رسول اللهﷺ رازدار۔
وَ لَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَ اَوْلَادُهُمْ١ؕ اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الدُّنْیَا وَ تَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَ هُمْ كٰفِرُوْنَ۝۸۵
اؤ تعجب مهٔ کوه دَ دوی پهٔ مالونو اؤ پهٔ اولاد الله خو دا غواړی چې عذاب ورکړی دوی ته دَ دې څیزونو پهٔ دنیا کښې اؤ دَ دوی ساه وځی پهٔ داسې حالت کښې چې دوی کافر وی۔ ف۹۷
ف۹۷: څلور رکوع مخکښې هم دَ دغې مضمون یو آیت تېر شوے دے دَ هغې فوائد وګوریٔ۔
وَ اِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ اَنْ اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ جَاهِدُوْا مَعَ رَسُوْلِهِ اسْتَاْذَنَكَ اُولُوا الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَ قَالُوْا ذَرْنَا نَكُنْ مَّعَ الْقٰعِدِیْنَ۝۸۶
اؤ کله چې نازل شی یو سورت چې تاسو ایمان راؤړیٔ پهٔ الله اؤ جهاد وکړیٔ دَ هغهٔ دَ رسول پهٔ ملګرتیا کښې، اجازت غواړی له تا نه دَ طاقت خاوندان پهٔ دوی کښې اؤ وائی مونږ پرېږده چې پاتی شو دَ ناستو خلقو سره۔
رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ وَ طُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ۝۸۷
دوی خوشحال دی پهٔ دې وجه چې پاتې شی وروستو دَ ښځو سره ف۹۸ اؤ مهر لګېدلے دَ دوی پهٔ زړونو نو دوی نهٔ پوهیږی۔ ف۹۹
ف۹۸: یعنی دَ قرآن کریم پهٔ سورت کښې چې خبردارے ورکړې شی چې پوره پهٔ اخلاص پاخهٔ ایماندار شیٔ ، نو دَ هغې نتیجه دا پکار ده چې دَ پېغمبرﷺ پهٔ ملګرتیا کښې جهاد ته تیار شی۔ نو دا منافقان ځان پټ پټ کوی اؤ پهٔ دوی کښې چې کوم مالدار اؤ دَ طاقت خاوندان دی هغوی دَ دروغو بهانې جوړې کړی دی اؤ دَ غزا نه دَ پاتې کېدو اجازت غواړی۔ یعنی داسې بې غېرته اؤ نامرده دی چې دَ جنګ نوم واؤری نو پهٔ ګوټونو پټیږی اؤ دَ ښځو سره پهٔ ناستی خوشحال وی اؤ کله چې دَ جنګ خطره ورکه شی نو بیا پهٔ خبرو کښې ترېنه څوک برے نهٔ شی وړې۔ فَاِذَا جَآءَ الْخَوْفُ رَأَیْتَهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ تَدُوْرُ اَعْیُنُهُمْ کَالَّذِیْ یُغْشٰی عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ فِاِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوْکُمْ بِاَلْسِنَةٍ حِدَادٍ ۔ (سورت الاحزاب، رکوع ۲)
(بیا کله چې دَ خطرې وخت راشی تهٔ به دوی ووینې چې تا ته ګوری سترګې ېٔ داسې اوړی لکه دَ مرګ ویره پرې راغلی وی بیا کله چې خطره ورکه شی نو پهٔ زوره زوره پهٔ تېرو ژبو خبرې کوی)
ف۹۹: یعنی دَ دروغو ، نفاق ، جهاد نه انکار اؤ دَ پېغمبر سره ملګرتیا نه پاتې کېدو پهٔ وجه ېٔ پهٔ زړونو مهر لګېدلے دے اؤ داسې بې غېرته شوی دی چې پهٔ خپله نامردیٔ دَ شرمېدو پهٔ ځائې فخر کوی۔
لٰكِنِ الرَّسُوْلُ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْخَیْرٰتُ١٘ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۝۸۸
لېکن رسولﷺ اؤ هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے هغهٔ سره جهاد ېٔ کړے پهٔ خپلو مالونو اؤ سرونو، اؤ هم دَ دې خلقو دپاره دی ټولې ښېګړې اؤ هم دغه خلق مراد ته رسیدونکی دی۔
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۠۝۸۹
تیار ساتلی دی الله دوی دپاره داسې باغونه چې بهیږی ترې لاندې نهرونه دوی به وسی همېشه پهٔ دې کښې، هم دغه ده غټه کامیابی ف۱۰۰
ف۱۰۰: دَ منافقانو پهٔ مقابله کښې دَ مخلصانو مؤمنانو حال بیان شو چې وګوریٔ سوچه مسلمانان داسې وی چې دَ الله پهٔ لار کښې نهٔ دَ سر قربانؤلو نه وروستو کیږی، نهٔ دَ مال لګؤلو نه۔ هر څنګه دَ خطرې وخت چې وی دَ اسلام دَ حفاظت اؤ دَ رسول اللهﷺ دَ ملګرتیا دپاره تیار ولاړ وی۔ هم دغه کسان کامیاب اؤ بامراد دی۔
وَ جَآءَ الْمُعَذِّرُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ لِیُؤْذَنَ لَهُمْ وَ قَعَدَ الَّذِیْنَ كَذَبُوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ١ؕ سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۹۰
اؤ راغلل ځنی بهانی ګر بانډسیان چې دوی ته اجازت ورکړی شی اؤ کښېناستل هغه خلق چې دروغ ېٔ وئیلی دَ الله اؤ دَ هغهٔ رسول سره ، اوس به ورسی پهٔ دوی کښې کافرانو ته دردناک عذاب۔ ف۱۰۱
ف۱۰۱: یعنی څنګه چې دَ مدینې منوّرې پهٔ وسیدونکیو کښې منافقان هم شته اؤ مخلص مسلمانان هم شته دغسې دَ بانډو پهٔ وسیدونکیو کښې هم هر قسم خلق شته۔ دلته پهٔ هغوی کښې دَ دوؤ قسمو بیان دے (مُعَذِّرُوْنَ اؤ قَاعِدُوْنَ) اؤ دَ مخلصانو ذکر دَ رکوع پهٔ آخر کښې دے وَ مِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِاللہِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ الخ ۔ دلته چې دَ بانډیسیانو دَ کومو ډلو بیان دے پهٔ هغې کښې دَ مُعَذِّرُوْنَ پهٔ تفسیر کښې دَ مشرانو مفسرینو اختلاف دے چې آیا دَ دې نه هغه دَ دروغو بهانې جوړؤنکی منافقان مراد دی اؤ کهٔ پهٔ رښتونی معذور مسلمانان چې پهٔ رښتیا ورته دَ جهاد پهٔ شرکت کښې څهٔ عذر وهٔ۔ کهٔ اول مراد وی نو بیا دلته دَ منافقانو دوه ډلې شوې۔ یو هغه ډله چې پاتی خو دَ نفاق پهٔ وجه وو بیا ېٔ هم دَ ظاهرداریٔ دپاره پهٔ څهٔ بهانه دَ حضور اکرمﷺ نه دَ پاتې کېدو اجازت وغوښتو، اؤ بله ډله هغه وه چې اول خو ېٔ دا دروغ ووې چې مونږ ایمان راؤړے دے اؤ بیا چې کله دَ جهاد خبره راغله نو بې غمه کور کښېناستل ، دَ ظاهری عذر اؤ حیلې بهانې ضرورت ېٔ هم ونهٔ ګڼلو۔ پهٔ دې لحاظ سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا مِنْهُمْ حکم دَ دواړو ډلو دپاره دے۔ پهٔ دې چې دوی کښې کوم کسان تر آخره پهٔ کفر قائم پاتی شو توبه ېٔ ونهٔ وېسته دَ هغو دپاره دردناک عذاب دے۔ اؤ چا ته چې الله پاک دَ توبې توفیق ورکړو اؤ پهٔ اخلاص ېٔ ایمان راؤړو هغه به دَ عذاب نه خلاص شی۔ اؤ کهٔ دَ مُعَذِّرُوْنَ نه مراد هغه مسلمانان وی چې پهٔ رښتیا معذور وو نو دَ قَاعِدُوْنَ نه مراد به منافقان وی اؤ دَ سَیُصِیْبُ تعلق به یواځې دَ قَاعِدُوْنَ سره شی اؤ دَ وړومبیٔ ډلې ذکر به دَ دې دپاره وی چې دَ هغو عذر قبول دے۔
لَیْسَ عَلَی الضُّعَفَآءِ وَ لَا عَلَی الْمَرْضٰی وَ لَا عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ مَا یُنْفِقُوْنَ حَرَجٌ اِذَا نَصَحُوْا لِلّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ١ؕ مَا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ مِنْ سَبِیْلٍ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌۙ۝۹۱
نشته پهٔ کمزوریو باندې اؤ نهٔ پهٔ مریضانو اؤ نهٔ پهٔ هغه کسانو چې هغوی سره دَ خرڅ دپاره څهٔ نهٔ وی (څهٔ ګناه) کهٔ دَ هغوی زړونه صفا وی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول دپاره، پهٔ نیکانو باندې دَ الزام لګؤلو څهٔ لار نشته، ف۱۰۲ اؤ الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۰۳
ف۱۰۲: دَ دروغو دَ بهانو جوړؤنکیو نه پس اوس دَ حقیقی معذورو بیان دے۔ مطلب دا چې عذر کله خو بدنی وی۔ لکه دَ بوډا والی دَ کمزوریٔ پهٔ وجه یا دَ بیماریٔ پهٔ وجه اؤ کله مالی وی لکه دَ غریبیٔ پهٔ وجه دَ جنګ وسله دَ سفر سامان یا سورلی نهٔ شی برابرولې دَ تبوک پهٔ غزا کښې ډېر وږد سفر وهٔ ځکه دَ سورلۍ نشت هم عذر ګڼلې شو لکه چې مخکښې راځی۔
ف۱۰۳: یعنی کوم خلق چې واقعې معذور دی کهٔ دَ هغو زړونه صفا دی اؤ دَ الله اؤ رسول اکرمﷺ سره معامله ېٔ روغه وی۔ لکه خپله کهٔ نهٔ شی تلې نو دَ نورو خلقو همّت نهٔ کمزورے کوی بلکې خپل پوره کوشش کوی خلقو ته ډاډګیرنه ورکوی نو داسې کسانو باندې دَ شرکت نهٔ کؤلو پهٔ وجه څهٔ الزام نشته۔ دَ دوی دا عذر به الله پاک قبول کړی اؤ دوی به معاف کړی۔
وَّ لَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَاۤ اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَاۤ اَجِدُ مَاۤ اَحْمِلُكُمْ عَلَیْهِ١۪ تَوَلَّوْا وَّ اَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَلَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَؕ۝۹۲
اؤ نهٔ پهٔ هغه کسانو چې راغلل تا سره چې تهٔ څهٔ سورلی ورکړې۔ تا ورته ووې ما سره دَ سورلۍ شے نشته ، نو هغوی واپس شو اؤ دَ سترګو نه ېٔ دَ غمه اوښې بهېدې چې څهٔ ورسره نشته چې خرڅ کړی۔ ف۱۰۴
ف۱۰۴: دَ مخلصانو مسلمانانو پهٔ زړهٔ کښې دَ اسلام اؤ پېغمبرِ اسلامﷺ داسې مینه اؤ محبت وهٔ چې دَ طاقت والا مسلمانانو خو سر اؤ مال هر څهٔ پهٔ اسلام قربانؤل اؤ دَ چا چې وس نهٔ رسېدو دَ هغوی زړونه به پړق چاؤدل چې مونږ ولې دَ قربانیٔ پهٔ دې موقع دَ نشت پهٔ وجه پاتی کیږو۔ حدیث شریف دے چې حضور اکرمﷺ مجاهدینو ته تقریر وکړو چې دَ تاسو نه پهٔ مدینه منوّره کښې وروستو داسې خلق پاتی دی چې هغوی دَ اجر و ثواب پهٔ هر قدم کښې دَ تاسو سره شریک دی کوم چې دَ مجبوریٔ پهٔ وجه وروستو پاتی شوی دی اؤ بیا ېٔ دَ دې آیت تلاوت وکړو۔ وَلَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَا اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ الخ ۔
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ وَ هُمْ اَغْنِیَآءُ١ۚ رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ١ۙ وَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۹۳
دَ الزام لار خو پهٔ هغه کسانو ده چې اجازت غواړی ستا نه اؤ هغوی مالدار دی۔ خوشحال شو پهٔ دې چې وروستو پاتی کیدونکیو سره پاتی شو، اؤ مهر لګؤلے دے الله دَ دوی پهٔ زړونو باندې نو دوی نهٔ پوهیږی۔ ف۱۰۵
ف۱۰۵: یعنی سره دَ طاقته اؤ جهاد نه پټیږی اؤ پهٔ دې شرم نهٔ ورځی چې دَ ښځو سره کور کښې کښینی۔ دَ ډېرو ګناهونو پهٔ وجه دَ بنده زړهٔ داسې تور شی چې دَ نیک اؤ بد تمیز نهٔ شی کؤلے چې دَ بې غېرتیٔ پهٔ وجه یو سړے دې حد ته ورسی چې پهٔ ګناه باندې دَ افسوس اؤ شرم پهٔ ځائې فخر شروع کړی نو پوهه شیٔ چې الله پاک ېٔ پهٔ زړهٔ مهر ولګؤلو ۔ (الله دې پناه راکړی)