پارہ 12

وَ مَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ رِزْقُهَا وَ یَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَ مُسْتَوْدَعَهَا١ؕ كُلٌّ فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ۝۶
اؤ نشته هېڅ ګرځیدونکے شے پهٔ زمکه مګر پهٔ الله ده دَ هغهٔ روزی۔ ف۸ اؤ هغهٔ ته معلوم دے دَ هغوی استوګه اؤ کوم ځائې ته چې سپارلے شی۔ ف۹ هر څهٔ موجود دی پهٔ واضح کتاب کښې۔ ف۱۰
ف۸: مخکښې آیتونو کښې دَ الله پاک دَ علم فراخی بیان شوے وه۔ دا دَ هغې تتمه ده۔ یعنی پهٔ زمکه ګرځېدونکے هر ژوندے څیز چې دَ خوراک حاجتمند وی هغوی ته روزی رسؤل الله پاک پهٔ خپل فضل پهٔ ځان لازم کړی څومره قدر روزی چې چا ته مقرر شوے وی هغه به هغهٔ ته ضرور رسی۔ کوم اسباب اؤ ذرائع چې بنده اختیاروی هغه دَ هغې روزیٔ دروازې وی کهٔ دَ بنده نظر دَ اسبابو اختیارؤلو پهٔ وخت کښې دَ دې اسبابو پهٔ مهیا کؤنکی (مُسبب الاسباب) وی۔ نو دا تدبیر اختیارؤل دَ توکل خلاف نهٔ دی۔ البته دَ الله قدرت دے پهٔ دې عادتی اسبابو کښې قید نهٔ ګڼی۔ هغه کله کله بنده ته بغیر دَ ظاهری اسبابو نه هم روزی رسوی اؤ دَ هغهٔ کار پوره کوی۔ بهرحال هر کله چې دَ ټولو ژوندیو څیزونو روزی رسان الله دے نو ضروری ده چې الله پاک ته دې دا ټول ژوندی څیزونه اؤ دَ هغو دَ استوګې ځائې اؤ دَ هغهٔ ضرورتونه معلوم وی۔ ګنی دَ هغو ضرورتونه به څنګه پوره کوی۔
ف۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی مُسْتَقَرْ کوم ځائې کښې چې به ېٔ تل عمری قیام وی یعنی جنّت یا دوزخ اؤ مُسْتَوْدَعْ ۔ کوم ځائې کښې چې به دفن کیږی اؤ قبر ېٔ وی۔ وړومبے دَ روزیٔ او دَ دنیا دَ ژوند بیان وهٔ ، دَ دې ځائې نه دَ برزخ اؤ دَ آخرت بیان شو۔ مطلب دا چې الله تعالیٰ ته دَ اول نه تر آخره ستاسو دَ هستۍ ټولې درجې معلومې دی۔ دَ مستقر اؤ مستودع معنٰی متعین کؤلو کښې دَ مفسرینو ډېر قولونه دی۔ مخکښې پهٔ سورتِ انعام کښې هم مونږ لیکلی دی چې دَ ابنِ کثیرؒ پهٔ قول پهٔ زمکه کښې چې څومره ګرځی راګرځی دَ دې دَ سَیرِ منتها ته مستقر وئیلې شوے دے اؤ چې دَ ګرځېدو نه پس کوم ځائې ودریږی اؤ ګرځېدل ېٔ ختم شی هغه مستودع دے۔ دَ ابنِ عباسؓ پهٔ قول پهٔ دې ژوند کښې چې کوم ځائې کښې استوګه کوی هغه مستقر دے اؤ دَ مرګ به پس چې کوم ځائې دفن شی هغه مستودع دے۔ مجاهدؒ دَ مستقر نه دَ مور ګېډه اؤ دَ مستودع نه دَ پلار صُلب (دَ منی مقام) مراد اخستې دے۔ عطاؒ دَ دې اپوټه وئیلی دے۔ ځنو دَ فلسفې دعوېدارو وئیلی دی چې پهٔ زمکه چې اوس ژوندی څیزونه کوم ځائې وسی هغه ېٔ مستقر دے۔ اؤ دَ وجود فعلی نه مخکښې چې دَ دې دَ جوړېدو مواد کومو ځایونو کښې وهٔ دَ هغې نه مُسْتَوْدَعْ سره تعبیر شوے دے یعنی الله پاک دَ دوی دَ وجود پهٔ هغه مختلفو موادو دَ دورونو اؤ طور طریقو (چې څنګه به ترې جوړیږی) عالم دے۔ اؤ هغه ورته دَ وجود پهٔ هره درجه کښې دَ هغهٔ دَ استعداد مناسب کمالات اؤ صفات پهٔ خپل فضل بخښی۔
ف۱۰: یعنی لوحِ محفوظ کښې چې دَ الله پاک دَ معلوماتو کتاب دے نو چې پهٔ هغې کښې ېٔ لیکلی دی بیا به الله پاک ته څنګه نهٔ وی معلوم۔
وَ هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ وَّ كَانَ عَرْشُهٗ عَلَی الْمَآءِ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا١ؕ وَ لَىِٕنْ قُلْتَ اِنَّكُمْ مَّبْعُوْثُوْنَ مِنْۢ بَعْدِ الْمَوْتِ لَیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ۝۷
اؤ هم هغه دے چې جوړ ېٔ کړل اسمانونه اؤ زمکه پهٔ شپږو ورځو کښې۔ ف۱۱ اؤ وهٔ دَ هغهٔ تخت پهٔ اوبو باندې۔ ف۱۲ چې پهٔ تاسو ازمېښت وکړی چې څوک نیک کارونه کوی۔ ف۱۳ اؤ کهٔ تهٔ ورته وائې چې تاسو به بیا راپاڅیٔ دَ مرګ نه پس۔ نو دا کافر به وائی دا نور څهٔ نه دی خو څرګند جادو دے۔ ف۱۴
ف۱۱: اوس دَ علم نه پس دَ کامل قدرت بیان دے۔ دَ دې تفسیر سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے۔
ف۱۲: یعنی دَ آسمان اؤ دَ زمکې دَ پیدا کؤلو نه ېٔ اول اوبهٔ پیدا کړے وې چې دَ باقی نورو څیزونو دپاره دَ ژوند ماده ده۔
وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ ۔ (سوره الانبیاء ، رکوع۳)
(اؤ مونږ هر ژوندے څیز دَ اوبو نه جوړ کړے دے) پهٔ هغه وخت دَ الله پاک عرش دَ اوبو دپاسه وهٔ لکه چې اوس دَ آسمانونو دپاسه دے۔ ګویا دې حالت دا حقیقت څرګندؤلو چې دَ کائنات مادّه اؤ دَ حیات ذریعه بالکل دَ ربّ عرش پهٔ قبضه کښې اؤ دَ هغهٔ دَ قَیُّومِیَّتِ مطلقه ماتحت ده۔
ف۱۳: یعنی دَ دې ټولې دنیا دَ پیدا کؤلو نه مطلب دَ ستاسو پهٔ دنیا کښې وسؤل اؤ دَ ستاسو امتحان اخستل وو چې دَ دې دنیا پهٔ عجیبه نظام اؤ دَ مصنوعاتو سلسله باندې غور کؤلو نه پس تاسو تر کومه حده دَ خپل خالق معرفت حاصلؤلے شیٔ۔ اؤ دَ زمکې دَ نعمتونو نه فائدې اخستو نه پس دَ الله پاک څومره شکر ادا کویٔ اؤ احسان منیٔ۔ دا ځائې ستاستو دَ ازمېښت ځائې دے۔ مالکِ حقیقی ګوری چې کوم بنده پهٔ اخلاص اؤ صفاییٔ کار کوی اؤ خپل فرض پوره کوی اؤ کوم بنده ناشکره اؤ نافرمانه دے۔
ف۱۴: نو هر کله چې دا دنیا دَ امتحان ځائې دے نو ضروری ده چې دَ امتحان ختمېدو نه پس دَ دې دَ بدلې ورکؤلو دَ انعام اؤ انتقام سلسله شروع شی۔ شکرګذارو اؤ فرمانبردارو ته انعام اؤ ناشکرو ته سزا ورکړې شی۔ ځکه دلته دَ مرګ نه پس دَ دوباره ژوند ذکر ورپسې سمدستی وشو۔ یعنی دَ کافرو دا یقین نهٔ راځی چې دَ مرګ نه پس به بیا ژوندی کیږو اؤ مونږ ته به دَ خپلو عملونو بدله راکؤلے شی۔ خو چې دَ حضور اکرمﷺ مؤثر بیان واؤری نو ووائی چې دا خو څرګند جادو دے چې دَ خلقو زړونه ځان ته راکاږی لېکن پهٔ مونږ ېٔ اثر نهٔ شی کېدے۔ مونږ پهٔ خپله عقیده کښې ډېر پاخهٔ یو۔ (ابنِ کثیرؒ)
وَ لَىِٕنْ اَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِلٰۤی اُمَّةٍ مَّعْدُوْدَةٍ لَّیَقُوْلُنَّ مَا یَحْبِسُهٗ١ؕ اَلَا یَوْمَ یَاْتِیْهِمْ لَیْسَ مَصْرُوْفًا عَنْهُمْ وَ حَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۠۝۸
اؤ کهٔ مونږ ایسار کړو دَ دوی نه عذاب تر یوې معلومې نېټې نو دوی وائی چې څهٔ څیز ایسار کړے دے دا عذاب ، یاد لریٔ پهٔ کومه ورځ چې به راځی پهٔ دوی عذاب ، نهٔ شی واپس کېدے دَ دوی نه اؤ راګېر به کړی دوی هغه شے چې دوی ورپورې خنداګانې کؤلے۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی کله چې دوی دَ الله دَ عذاب نه یرؤلې شی اؤ الله پاک دَ څهٔ خاص حکمت پهٔ وجه عذاب څهٔ موده وروستو کړی نو دوی بیا خنداګانې اؤ دَ پېغمبر تکذیب شروع کړی اؤ وائی چې هغه عذاب دې چرته دے؟ راځی ولې نه؟ الله پاک فرمائی خنداګانې ولې کویٔ پهٔ خپل مقرر وخت چې عذاب راشی نو بیا دَ هېچا طاقت نشته چې پستنه ېٔ کړی اؤ دَ هر طرف نه به مو تباه و برباد کړی۔ (خو وخت ته ېٔ انتظار وکړیٔ)
وَ لَىِٕنْ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنٰهَا مِنْهُ١ۚ اِنَّهٗ لَیَـُٔوْسٌ كَفُوْرٌ۝۹
اؤ کهٔ مونږ خوند وښیو بنیادم ته دَ خپل رحمت ۔ بیا ترې هغه نعمت واپس واخلو ، نو هغه نا امیده ناشکره شی۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی اوس خو وائی چې هغه عذاب چرته دے ولې نهٔ راځی۔ لېکن بنیادم داسې تنګ زړے اؤ کمزورے دے چې کهٔ ډېره موده پهٔ عیش و آرام کښې تېره کړی خو څو ورځې چې پرې الله پاک چرته سخته راولی نو هغه ټولې مهربانیٔ ېٔ هېرې شی اؤ نا امیده شی۔ پهٔ تېر ناشکری اؤ دَ آئنده نه مایوسی هم دغه دَ بنیادم ټول ژوند دے۔
وَ لَىِٕنْ اَذَقْنٰهُ نَعْمَآءَ بَعْدَ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَیَقُوْلَنَّ ذَهَبَ السَّیِّاٰتُ عَنِّیْ١ؕ اِنَّهٗ لَفَرِحٌ فَخُوْرٌۙ۝۱۰
اؤ کهٔ مونږ ورته دَ آرام خوند وښیو دَ تکلیف نه پس چې دهٔ ته رسېدلی وی نو وائی چې بس زما غمونه ختم شول بنیادم ډېر غاوره اؤ فخر کؤنکے دے۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی دَ سختې نه پس کهٔ الله پاک آرام اؤ راحت ورکړی نو وائی چې بس همېشه دپاره مصیبتونه ختم شو بیا به چرې هم سخته نهٔ راځی نو غافل اؤ مغرور شی اؤ لوئی کوی۔ حالانکې پکار ده چې هغه دَ سختې وخت ېٔ یاد کړے وې اؤ پهٔ دې حالت ېٔ شکر کړے وې دَ الله پاک احسان ېٔ منلے وې۔
اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ اَجْرٌ كَبِیْرٌ۝۱۱
مګر کوم خلق چې صابره دی اؤ نیک کارونه کوی۔ دَ هغه خلقو دپاره بخشش دے اؤ لوئے ثواب دے۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی دا کوم کیفیت چې دَ بنیادم بیان شو دَ دې نه دَ الله پاک هغه نیک بنیادم مستثنٰی دی څوک چې دَ تکلیف پهٔ وخت کښې صبر کوی اؤ دَ راحتې پهٔ وخت کښې شکر کوی اؤ دَ نیکیٔ کارونو ته هر وخت تیار ولاړ وی۔ هم دغسې خلق دَ عظیم الشان بخشش اؤ انعامونو حقدار وی۔
فَلَعَلَّكَ تَارِكٌۢ بَعْضَ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ وَ ضَآىِٕقٌۢ بِهٖ صَدْرُكَ اَنْ یَّقُوْلُوْا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ جَآءَ مَعَهٗ مَلَكٌ١ؕ اِنَّمَاۤ اَنْتَ نَذِیْرٌ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌؕ۝۱۲
نو هسې نه چې تهٔ پرېږدې څهٔ حصه دَ هغه وحې چې تا ته راځی اؤ زړهٔ دې پهٔ دې خبره تنګ شی چې دوی وائی ولې راکوزه نهٔ شوه پهٔ دهٔ خزانه ، بیا ولې ورسره رانهٔ غله فرښته تهٔ خو ویرونکے ئي اؤ الله دَ هر څهٔ ذمه وار دے۔ ف۱۹
ف۱۹: دَ مکّې مشرکان به شرک اؤ بت پرستیٔ ته پهٔ بدو وئیلو ډېر خفه اؤ غصه کېدل اؤ کوششونه به ېٔ کؤل چې پهٔ څهٔ چل حضور اکرمﷺ خبرو کښې نرم کړی چې دَ تبلیع رفتار لږ سست کړی اؤ بتانو ته ډېر بد نهٔ وائی۔ نو دې دپاره به ېٔ نبی کریمﷺ نه عجیبه عجیبه مطالبې کؤلے۔ کله به ېٔ وې چې کهٔ تهٔ پهٔ رښتیا دَ الله رسول ئ نو الله پاک به دَ رسالت سره ډېر مال دولت هم درکړے وهٔ۔ یا به ېٔ درسره یوه فرښته راستؤلے وه چې ستا دَ خبرو تصدیق ېٔ کؤلے۔ لَوْ لَآ اُنْزِلَ عَلَیْهِ کَنْزٌ اَوْ جَآءَ مَعَهٗ مَلَكٌ (سورت هود، رکوع ۲)
ګویا چې دَ نبی کریمﷺ دَ خبرې منلو دپاره نهٔ مادّی طاقت شته اؤ نهٔ روحانی نو مونږ دَ دهٔ پهٔ خبرو څنګه یقین وکړو۔ نبی کریمﷺ به دَ دوی پهٔ دې بې ځایه مطالبو ډېر خفه کېدو اؤ کېدے شی چې کله کله ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دا خیال هم راغلے وی چې کهٔ دَ دوی دَ معبودانو (بتانو) پهٔ باره کښې دَ الله پاک دَ طرف نه دومره دَ سختیٔ حکم نهٔ وې۔ فی الحال لږ دَ نرمیٔ نه کار اخستے شوے وې نو کېدے شے چې پهٔ دوی څهٔ اثر شوے وې یا دا چې کومې مطالبې چې دا خلق کوی کهٔ پهٔ دې کښې څهٔ پوره شوے وې نو شاید چې دوی ایمان راؤړے وې۔ دا داسې خطرناک وخت وهٔ چې پهٔ دنیا کښې چار چاپېره هر طرف ته دَ کفر تیاره وه۔ پهٔ ټوله دنیا کښې یواځې دغه یو دَ الله نبی وهٔ چې دَ حق آواز ېٔ پورته کړے وهٔ اؤ دَ هر طرف نه پهٔ دښمنانو کښې ګېر وهٔ۔ چا به ورته دروغژن وې چا جادوګر اؤ چا به ورپورې خنداګانې کؤلے۔ دَ دې وخت اؤ دغه حالت تصوّر وکړیٔ اؤ دَ دې مبلّغ اعظم دَ زړهٔ دَ مضبوطیا اؤ همّت اؤ استقلال اندازه ولګویٔ چې پهٔ یواځې سر صرف دَ خپل الله پهٔ اعتماد دَ ټولې دنیا مقابلې ته یک تنها کلک ولاړ وهٔ۔ صرف دَ یو الله پهٔ وعدو ېٔ اعتبار وهٔ۔ اؤ کهٔ کله به ېٔ زړهٔ خفه شو نو هم صرف دَ خپل پروردیګار پهٔ آواز به ېٔ تسلّی کېده ۔ پهٔ دې سلسله کښې دا آیتونه دَ نبی کریمﷺ دَ تسلیٔ دپاره نازل شوی دی چې تهٔ دَ دې خلقو پهٔ بې ځایه مطالبو اؤ خوشې خبرو زړهٔ مهٔ خفه کوه ، مهٔ پهٔ خپل زړهٔ کښې دَ دوی دَ لحاظ کؤلو څهٔ خیال راوله۔ دا خبره ممکنه نهٔ ده چې وحې الٰهی چې تا ته کومې خبرې ښئی اؤ حکم درکوی دَ هغې څهٔ حصه دَ خلقو دَ ګډو وډو نه زړهٔ تنګېدو پهٔ وجه به تبلیغ نهٔ پرېږدے اؤ چې دا نهٔ شی کېدے نو هسې زړهٔ تنګؤلو نه څهٔ خیر دے۔ دَ ستا کار خو صرف خلق دَ ښو، بدو نه خبرؤل دی۔ دَ هغو دَ هدایت ذمه واری پهٔ تا نشته۔ الله پاک دَ هرې خبرې ذمه وار دے۔ دوی ته هدایت ورکؤل هم دَ الله کار دے نو دا هغهٔ ته وسپاره اؤ تهٔ پهٔ استقامت خپل تبلیغ پوره پوره کوه۔ دا دَ الله کار دے چې چا ته دَ هدایت توفیق ورکوی کهٔ نه۔
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ١ؕ قُلْ فَاْتُوْا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهٖ مُفْتَرَیٰتٍ وَّ ادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۱۳
آیا دوی وائی چې تا دَ ځانه جوړ کړے دے دا کتاب۔ ورته ووایه تاسو هم راؤړیٔ لس سورتونه دَ دې پهٔ شان دَ ځان نه جوړ کړی اؤ راؤبلیٔ څوک چې رابللې شیٔ بې دَ الله نه کهٔ چرې تاسو رښتونی ییٔ۔
فَاِلَّمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَكُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اُنْزِلَ بِعِلْمِ اللّٰهِ وَ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ فَهَلْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ۝۱۴
نو کهٔ دوی ستا مطالبه پوره نهٔ کړې شوه نو پوهه شیٔ چې قرآن خو نازل شوے دے دَ الله پهٔ وحې سره ، اؤ دا چې بل حاکم نشته ، بې دَ هغهٔ نه ، نو آیا اوس دَ هغهٔ حکم منیٔ؟ ف۲۰
ف۲۰: یعنی دوی دَ نورو معجزو مطالبه کوی دَ کومو څرګندېدل چې دَ حکمت اؤ مصلحت خلاف دی اؤ دَ ټولو نه غټه معجزه قرآن دَ دوی مخکښې دے خو نهٔ هغه منی اؤ نهٔ ورباندې غور کوی بلکې وائی چې (نعوذ بالله) دا خو تا دَ ځان نه دروغ جوړ کړے دے۔ دَ دې ځواب ورکړې شو۔ چې تاسو هم عرب ییٔ اؤ فصیحان بلیغان ییٔ۔ ټول پهٔ جمع دَ دې پهٔ شان لس سورتونه جوړ کړیٔ۔ تاسو هم خپل کوشش وکړیٔ اؤ خلق هم خپل امداد ته راوبلیٔ بلکې دَ هغه خپلو خدایانو نه هم مدد وغواړیٔ اؤ کهٔ نه شیٔ کؤلے اؤ نهٔ ئ شیٔ کؤلے۔ نو بیا پوهه شیٔ چې دا کلام دَ بنده نهٔ دے دَ خالق کلام دے چې هغهٔ پهٔ خپل کامل علم سره پهٔ خپل پېغمبر راستؤلے دے۔ بېشکه دَ چا دَ کلام پهٔ شان چې کلام نشته نو دَ هغهٔ پهٔ ذات اؤ نورو صفاتو کښې به څوک څنګه شریکېدے شی۔ داسې بې مثله کلام دَ هغه الله دے دَ چا سره چې هېڅوک شریک نشته۔ دَ داسې واضح دلیل نه پس هم چې دَ الله حکم ته غاړه نهٔ ږدیٔ نو نور دَ څهٔ شی انتظار کویٔ؟
فائده: دَ قرآن کریم دَ اعجاز څهٔ تفصیل پهٔ سورتِ یونس کښې تېر شوے دے۔ پهٔ اول کښې دَ ټول قرآن دَ مقابلې دعوت ورکړې شوے وهٔ ، بیا دَ لسو سورتونو ورکړې شو ، بیا دَ یو سورت چې سورتِ بقره اؤ سورتِ یونس کښې تېر شوی دی۔ دغه شان درجه پهٔ درجه دَ دوی عجز څرګند شو۔
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا وَ زِیْنَتَهَا نُوَفِّ اِلَیْهِمْ اَعْمَالَهُمْ فِیْهَا وَ هُمْ فِیْهَا لَا یُبْخَسُوْنَ۝۱۵
څوک چې غواړی دَ دنیا ژوند اؤ دَ هغې رونق نو مونږ به پوره پوره ورکړو دَ هغوی دَ عملونو بدله پهٔ دنیا کښې اؤ دوی ته به پهٔ دې کښې څهٔ نقصان نهٔ وی۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی دَ داسې واضح ثبوت نه پس هم چې څوک پهٔ قرآن ایمان نهٔ راؤړی اؤ دَ هغې پهٔ ښیٔلی لار نهٔ روانیږی بلکې دَ دنیا څو ورځې ژوند اؤ دَ هغې ډول ډال دَ ژوند مقصد ګڼی۔ کهٔ پهٔ ظاهره څه نیک کار لکه خیرات یا دَ غریبانو امداد وغېره کوی نو دَ هغې نه ېٔ هم مطلب دَ الله رضا نهٔ وی۔ خالص دَ دنیا پهٔ فائده ېٔ نظر وی ، داسې خلق یهود وی کهٔ نصارٰی کهٔ مشرکان کهٔ منافقان یا دنیا پرست ریاکار مسلمانان ټولو ته وښیٔلې شوه چې هغوی ته به دَ دې نیک کار بدل پهٔ دنیا کښې ورکؤلے شی۔ اؤ کوم کوشش چې دوی دَ دنیا دَ فائدې حاصلؤلو دپاره کوی الله پاک به دَ خپل علم اؤ حکمت مطابق څومره چې مناسب ګڼی اؤ ورکؤل غواړی دَ هغې بدل به پهٔ دنیا کښې ورکړی۔ پهٔ احادیثو کښې راځی چې کافر چې کوم نیک کارونه کوی دَ هغوی دا کارونه کهٔ دَ ایمان دَ روح نه خالی وی هم بالکل بې فائدې نه ځی۔ دَ دې پهٔ بدل کښې ورته الله پاک پهٔ دنیا کښې روغ صورت، مال اولاد اؤ دنیاوی عزّت وغېره ورکړی اؤ کاته ېٔ بې باقه کړی۔ دَ مرګ نه پس پهٔ بل ژوند کښې ورته دَ دې نه هېڅ فائده نهٔ رسی۔ کوم کافر دپاره چې کومه سزا مقرر شوے ده پهٔ هغې کښې هېڅ فرق نهٔ شی راتلې۔
مَنْ کَانَ یُرِیْدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَ یَصْلٰهَا مَذْمُوْمًا مَّدْحُوْرًا۔ (بنی اسرائیل ، رکوع ۲)
دَ ریاکار عالم ، سخی اؤ مجاهد پهٔ حق کښې چې کوم وعید راغلے دے دَ هغې خلاصه هم دا ده چې دوی ته به دَ قیامت پهٔ ورځ ووئیلی شی چې دَ کوم غرض دپاره تا علم ښیٔلو یا دَ کوم غرض دپاره تا خیراتونه کؤل یا دَ کوم غرض دپاره دې جهاد کؤلو هغه غرض دې پهٔ دنیا کښې پوره شوے دے (یعنی خلقو درته ډېړ غټ عالم، لوئے سخی اؤ ډېر بهادر ووېٔ)۔ اوس زما سره ستاسو دپاره هېڅ نشته۔ اؤ فرښتو ته به حکم وشی چې دوزخ ته ېٔ راکاږیٔ (الله دې پناه راکړی دَ دوزخ نه)۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَیْسَ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا النَّارُ١ۖ٘ وَ حَبِطَ مَا صَنَعُوْا فِیْهَا وَ بٰطِلٌ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۶
دا هغه خلق دے چې دوی دپاره هېڅ نشته پهٔ آخرت کښې بې دَ اور نه ف۲۲ اؤ برباد شو څهٔ چې ېٔ کړی وو۔ اؤ برباد شو څهٔ چې ېٔ ګټلی وو۔ ف۲۳
ف۲۲: یعنی پهٔ دې کارونو دَ دوزخ نه علاوه دَ بل څهٔ نهٔ شی حقدار کېدے۔ کافر دَ همېشه اؤ ریاکار مسلمان دَ څهٔ مودې دپاره۔ البته کهٔ الله پاک ځنی مسلمانان پهٔ خپل فضل معاف کړی نو دا دَ هغهٔ کار دے۔
ف۲۳: یعنی دنیا کښې چې ېٔ کوم نیک کارونه دَ دنیا دَ فائدې پهٔ غرض کړی وو دلته به ورته معلومه شی چې هغه ټول بې کاره لاړل اؤ دَ دنیا پرستیٔ دپاره چې ېٔ کوم نیک کارونه کړی وو هغه ټول برباد شو۔ دلته ېٔ هېڅ خیر ورنهٔ کړو۔
اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ وَ یَتْلُوْهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَ مِنْ قَبْلِهٖ كِتٰبُ مُوْسٰۤی اِمَامًا وَّ رَحْمَةً١ؕ اُولٰٓىِٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ١ؕ وَ مَنْ یَّكْفُرْ بِهٖ مِنَ الْاَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهٗ١ۚ فَلَا تَكُ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْهُ١ۗ اِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۱۷
نو آیا هغه سړے چې پهٔ صفا لار روان وی دَ خپل رب دَ طرف نه اؤ ورسره ورسره یو ګواه وی دَ الله له طرفه اؤ دَ دې نه مخکښې ګواه وهٔ دَ موسٰیؑ کتاب لار ښودونکے اؤ دَ رحمت سبب، ف۲۴ دغه خلق یقین کوی پهٔ قرآن۔ اؤ څوک دَ دې نه انکار کوی دَ ټولو فرقو نه نو دوزخ دَ هغوی ځائې دے ، ف۲۵ نو تهٔ پهٔ دې کښې شک مهٔ کوه ، بېشکه دا حق دے ستا دَ رب دَ طرف نه ، لېکن ډېر خلق یقین نهٔ کوی۔ ف۲۶
ف۲۴: (یعنی داسې سړے چې پهٔ اخلاص اؤ صفاییٔ نیک کارونه دَ الله دَ رضا دپاره کوی) دا سړے دَ ریاکار دنیادار سره برابرېدې شی؟ هرګز نه۔
بَیِّنَة : هغه صفا لار چې بنده ورباندې خپل اصلی فطرت سره روان وی۔ پهٔ دې شرط چې دَ چارچاپېره حالاتو اؤ واقعاتو پرې څهٔ اثر نهٔ وی کړے اؤ هغه دَ توحید ، قرآن اؤ اسلام لاره ده ۔
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا فِطْرَةَ اللہِ الَّتِیْ فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا لَا تَبْدِیْلَ لِخَلْقِ اللہِ وَ ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ (سورتِ روم ، رکوع ۴)
اؤ پهٔ حدیث کښې دی کُلُّ مَوْلُوْدٍ یُوْلَدُ عَلَی الْفِطْرَةِ فَاَبَوَاہُ یُهَوِّدَانِهٖ اَوْ یُنَصِّرَانِهٖ اَوْ یُمَجِّسَانِهٖ ۔
اؤ ”شَاهِدٌ مِّنْهُ“ (دَ الله دَ طرف نه ګواه) قرآن کریم دے چې ګواهی ورکوی چې دینِ فطرت یعنی اسلام اؤ توحید باندې چلېدونکے پهٔ صحیح لار روان دے اؤ قرآن دَ خپل حقانیت خپله ګواه دے۔ چونکې دَ قرآن کریم راؤړونکے جبرئیل امینؑ دے اؤ وصول کؤنکے محمّد مصطفٰیﷺ دے ځکه دوی ته هم شاهد وئیلی شی۔ بلکې دَ نبی کریمﷺ خو حال دا دے چې دَ هغهٔ مبارک اخلاق، عادات ، معجزات ، مبارکه ژبه ، روښانه څهره اؤ هره خبره ېٔ پهٔ دې ګواه ده چې داسې بنیادم چې کوم دین بیانوی اؤ کومې لارې ته خلق را اړوی هغه بالکل حقه اؤ صحیح ده۔ وَ مِنْ قَبْلِهٖ کِتَابُ مُوْسٰی (الآیة)
دَ دې مطلب دا دے چې دَ قرآن نه مخکښې چې موسٰیؑ باندې دَ وحې پهٔ ذریعه کوم عظیم کتاب توریٰت راغلے وهٔ هغه هم دَ دینِ فطرت (اسلام) پهٔ حقانیت ګواه دے۔
ف۲۵: یعنی یهود ، نصاریٰ ، بت پرست ، مجوس ، عرب ، عجم ، دَ یورپ ، ایشیا ، افریقې ، امریکې یعنی دَ هر ملک اؤ مذهب سره چې تعلق لری تر څو چې پهٔ قرآن پاک ایمان رانهٔ وړی نجات نهٔ شی حاصلؤلے لکه چې دَ صحیح مسلم پهٔ احادیثو کښې پوره تفصیل سره بیان شوی دی۔
ف۲۶: دا خطاب هر هغه کس ته دے چې قرآن اوری یا خطاب نبی کریمﷺ ته شوے دے اؤ مطلب ېٔ نورو ته اورؤل دی مطلب دا چې دَ قرآن پهٔ صداقت اؤ دَ الله دَ طرف نه راتلو کښې دَ هېڅ قسم شک شبهې ګنجائش نشته ، څوک چې ېٔ نهٔ منی هغه کم عقل دی یا هسې ضدیان دی۔
وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ یُعْرَضُوْنَ عَلٰی رَبِّهِمْ وَ یَقُوْلُ الْاَشْهَادُ هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ كَذَبُوْا عَلٰی رَبِّهِمْ١ۚ اَلَا لَعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الظّٰلِمِیْنَۙ۝۱۸
اؤ دَ هغهٔ نه به زیات ظالم څوک وی څوک چې جوړوی پهٔ الله دروغ ، ف۲۷ دا خلق به ټول پېش کیږی دَ خپل رب پهٔ وړاندې اؤ ګواهی به ورکوی ګواهان چې دا هغه کسان دی چې دروغ ېٔ جوړ کړی پهٔ خپل رب باندې ف۲۸ واؤریٔ دَ الله لعنت دے پهٔ بې انصافه خلقو باندې۔
ف۲۷: یعنی قرآن دَ ځان نه جوړ شوے نهٔ دے ، پهٔ حقه دَ الله کلام دے اؤ قبلؤل ېٔ ضروری دی۔ یاد لریٔ دَ هغه سړی نه غټ ظالم بل نشته څوک چې پهٔ الله دروغ جوړوی لکه چې دَ هغهٔ کلام نهٔ وی اؤ وائی چې دا دَ الله کلام دے یا دا چې دَ الله کلام څوک نهٔ منی اؤ دروغ ورته وائی۔
ف۲۸: یعنی پهٔ محشر کښې چې دَ ټولې دنیا پهٔ مخکښې دَ الله دربار کښې پېش شی اؤ دَ جرمونو فهرست ېٔ څرګند شی نو فرښتې ، نبیان ، نیک بندګان ، بلکې دَ بنده خپل لاس ښپې به ګواهی ورکوی چې دا هغه بدبخت ظالم دے چې دَ الله کلام ېٔ دروغ ګڼلو۔
الَّذِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ یَبْغُوْنَهَا عِوَجًا١ؕ وَ هُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ۝۱۹
هغه بې انصافه چې منع کوی خلق دَ لارې دَ الله نه اؤ لټوی پهٔ هغې کښې کوږوالے، اؤ دوی دَ آخرت نه منکر دی۔ ف۲۹
ف۲۹: دا دَ الله پاک ارشاد دے چې څوک بې انصافی کوی ، دَ الله کلام ته دروغ وائی اؤ دَ آخرت نه انکار کوی بلکې نور خلق هم دَ سمې لارې نه منع کوی اؤ دا کوشش کوی چې پهٔ سمه لاره کښې کوږوالے راوباسی۔ پهٔ داسې ظالمانو دَ الله پاک لعنت وریږی۔
اُولٰٓىِٕكَ لَمْ یَكُوْنُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَ مَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ١ۘ یُضٰعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ١ؕ مَا كَانُوْا یَسْتَطِیْعُوْنَ السَّمْعَ وَ مَا كَانُوْا یُبْصِرُوْنَ۝۲۰
دغه خلق نهٔ شی ستړې کؤلے (الله) پهٔ زمکه کښې پهٔ تښتېدو ، اؤ نشته دوی دپاره دَ الله نه سوا بل څوک مددګار، ف۳۰ دوچند دے دوی دپاره عذاب، ف۳۱ دوی طاقت نهٔ لرلو دَ اورېدو اؤ نهٔ ېٔ لیدلو۔ ف۳۲
ف۳۰: یعنی نهٔ خو دَ الله پاک دَ ګرفت نه خپله پهٔ تېښته خلاصېدے شی اؤ نهٔ ېٔ څوک مددګار اؤ حمایتی خلاصؤلے شی۔
ف۳۱: دوچند عذاب به ورکؤلے شی۔ ځکه چې خپله هم ګمراه شو اؤ نور خلق ېٔ هم ګمراه کړل نو دَ دوچند سزا حقدار شو۔
ف۳۲: یعنی پهٔ دنیا کښې ېٔ ځان داسې ړوند کوڼ کړے وهٔ چې نهٔ ېٔ حق خبرې اورېدے اؤ نهٔ ېٔ دَ الله قدرتونو ته کتل چې سوچ ېٔ پرې کړے وې اؤ هدایت ېٔ قبول کړے وې۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې دوی پهٔ الله دروغ تپل۔ غلطې خبرې ېٔ الله ته منسوب کؤلے۔ دا دَ کوم ځائې نه؟ نهٔ خو دوی دَ غیب خبرې اورېدے شوې اؤ نهٔ ېٔ لیدے۔ نو بیا دوی دا خبرې دَ کوم ځائې نه کوی پهٔ څهٔ دلیل؟
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۝۲۱
هم دغه خلق دی چې تباه ېٔ کړل خپل ځانونه۔ اؤ ورک شو ترې څهٔ دروغ چې ېٔ جوړ کړی وو۔ ف۳۳
ف۳۳: ځان تباه کؤل دا شو چې پهٔ تل عمری عذاب اخته شو اؤ ټولې دَ دروغو دعوې ترېنه پاتې شوې۔
لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ۝۲۲
پهٔ دې کښې شک نشته چې هم دغه خلق پهٔ آخرت کښې سخت تاوانیان دی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ اَخْبَتُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ١ۙ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۲۳
البته کومو کسانو چې ایمان راؤړے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی اؤ عاجزی ېٔ کړے خپل رب ته هم دغه کسان دَ جنت وسیدونکی دی اؤ دې کښې به همېشه وسی۔ ف۳۴
ف۳۴: دَ کافرانو دَ خراب انجام پهٔ مقابله کښې اوس دَ مؤمنانو بهتر انجام بیانیږی۔ دَ دوی عاجزی دَ الله پاک خوښه ده ځکه ېٔ دَ خپلې دائمی خوشحالیٔ درجه ورکړه۔
مَثَلُ الْفَرِیْقَیْنِ كَالْاَعْمٰی وَ الْاَصَمِّ وَ الْبَصِیْرِ وَ السَّمِیْعِ١ؕ هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا١ؕ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ۠۝۲۴
مثال دَ دې دواړو ډلو داسې دے لکه یو ړوند اؤ کوڼ اؤ بل لیدونکے اؤ اورېدونکے۔ نو آیا دا دواړه سره برابر دی۔ آیا تاسو غور نهٔ کویٔ؟ ف۳۵
ف۳۵: یعنی منکران خو ړاندهٔ کاڼهٔ دی لکه چې څو آیته مخکښې وئیلی شوی دی چې نهٔ دَ حق اورېدو طاقت لری اؤ نهٔ دَ الله نښانو ته ګوری۔ نو چې څوک نهٔ خپله څهٔ وینی اؤ نهٔ دَ بل اوری نو هغه کله دَ هغه ایماندارو سره برابرېدے شی څوک چې دَ روښانه زړهٔ اؤ بصیرت خاوندان دی پهٔ حق اؤ باطل کښې فرق کؤلے شی اؤ دَ خپل هادی خبرې دَ زړهٔ پهٔ غوږو اوری نو تاسو خپله سوچ وکړیٔ چې ړوند کوڼ اؤ دَ نظر خاوند اورېدونکے څنګه برابرېدے شی۔ مخکښې بیا دَ نوحؑ دَ قوم قصه دَ دې مضمون پهٔ تائید کښې بیانیږی۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖۤ١٘ اِنِّیْ لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌۙ۝۲۵
اؤ مونږ راستؤلے نوحؑ خپل قوم ته۔ چې زهٔ تاسو ته دَ ویرې خبرې اوروم صفا صفا۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی ډېر واضحه اؤ صفا صفا درته هغه څیزونه ښیٔم دَ کومو پهٔ کؤلو چې دَ سخت عذاب نازلېدو خطره ده اؤ هغه کارونه درته هم ښیٔم پهٔ کومو چې دَ عذاب نه بچ کېدے شیٔ۔
اَنْ لَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ١ؕ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ اَلِیْمٍ۝۲۶
چې عبادت مهٔ کویٔ دَ هېچا بې دَ الله نه، ف۳۷ زهٔ ویرېږم پهٔ تاسو دَ عذاب نه دَ سختې ورځې۔ ف۳۸
ف۳۷: یعنی دَ (۱) ود ، (۲) سواع ، (۳) یغوث ، (۴) یعوق اؤ (۵) نسر عبادت مهٔ کویٔ۔ دَ نوحؑ دَ قوم دَ بتانو دا نومونه وو دَ کومو ذکر چې پهٔ سورتِ نوح کښې راځی۔
ف۳۸: یعنی دَ الله نه سوا دَ بل چا عبادت کؤلو کښې دَ سخت عذاب راتلو خطره ده۔ دَ دردناکې ورځې نه هغه ورځ مراد ده چې دردناک حوادث پکښې راشی ، لکه دَ قیامت ورځ یا هغه ورځ چې دَ نوحؑ قوم پکښې غرق شوے وهٔ۔
فَقَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا نَرٰىكَ اِلَّا بَشَرًا مِّثْلَنَا وَ مَا نَرٰىكَ اتَّبَعَكَ اِلَّا الَّذِیْنَ هُمْ اَرَاذِلُنَا بَادِیَ الرَّاْیِ١ۚ وَ مَا نَرٰی لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍۭ بَلْ نَظُنُّكُمْ كٰذِبِیْنَ۝۲۷
نو ووې ورته دَ خپل قوم سردارانو چې کافران وو ، مونږ ته خو تهٔ نهٔ ښکارې مګر دَ ځان غوندې بنیادم۔ اؤ مونږ نهٔ وینو چې ستا څوک تابع شوی، بې دَ هغه کسانو چې پهٔ مونږ کښې ذلیل دی بې سوچه ، اؤ مونږ نهٔ وینو تاسو لره پهٔ ځان څهٔ فضیلت، بلکې زمونږ خو دا خیال دے چې تاسو ټول دروغژن ییٔ ، ف۳۹
ف۳۹: یعنی پکار دا ده چې دَ الله رسولﷺ دې پهٔ نورو خلقو زیات دَ فضیلت خاوند وی لېکن تهٔ خو زمونږ پهٔ شان یو بنیادم ئ مونږ پهٔ تا کښې دَ ځان نهٔ څهٔ زیات فضیلت نهٔ وینو۔ دَ هغوی نظر خو دَ دنیا پهٔ مال دولت اؤ بادشاهیٔ یا نورو جاه و جلال باندې وهٔ۔ تقویٰ یا نور بهترین اخلاق خو هغوی ته ښکارېدل نه۔ نو ځکه وائی چې تهٔ خپله هم داسې دَ مال دولت خاوند نهٔ ئ اؤ چا چې درباندې ایمان راؤړے دے هغوی هم اکثر غریبانان دی اؤ دَ کمزورے درجې افراد دی چې دَ هغو سره کښېناستل هم زمونږ غوندې لویو خلقو ته دَ شرم خبره ده۔ نو پهٔ ټوله خداییٔ کښې تهٔ الله پاک دَ رسالت دپاره خوښ کړے ئ۔ مونږ دَ تا نه پهٔ مال دولت ، رنګ جوثه ، حسب نسب پهٔ څهٔ کښې کم وو۔ چې تهٔ ېٔ غوره کؤلے اؤ مونږ ېٔ پرېښو۔ کهٔ پهٔ تا باندې ایمان څهٔ شریفو اؤ معتبرو خلقو راؤړے وې نو بیا هم یوه خبره وه۔ نو دا کم نسبه غریبان بې عقله خلق کهٔ ستا تابعدار شو نو پهٔ دې ستا څهٔ فضیلت پیدا شو اؤ پهٔ دې کښې ستا څهٔ کمال دے کهٔ دا دَ کمزورے اؤ سرسری رائے خاوندان دې وغلؤل؟ بلکې زمونږ خیال خو دا دے چې تهٔ اؤ ستا تابعدار ټول دروعژن ییٔ۔ تا دَ ځانه یوه خبره جوړه کړه اؤ دې کم عقلو درباندې یقین وکړو چې پهٔ دې چل تاسو یو نوې تحریک پورته کړیٔ اؤ ځان ته حکومت اؤ طاقت حاصل کړیٔ۔ دا دَ هغه ظالمانو وینا ده ، دَ نوحؑ ځواب مخکښې راځی۔
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَ اٰتٰىنِیْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِهٖ فَعُمِّیَتْ عَلَیْكُمْ١ؕ اَنُلْزِمُكُمُوْهَا وَ اَنْتُمْ لَهَا كٰرِهُوْنَ۝۲۸
نوحؑ ورته ووېٔ اے زما قومه تاسو وخو ګوریٔ کهٔ زهٔ یم پهٔ صفا لاره باندې دَ خپل رب له طرفه اؤ هغهٔ راستؤلے پهٔ ما رحمت دَ خپل طرف نه ، بیا ېٔ هغه رحمت ستاسو دَ نظره پټ وساتلو ، نو آیا مونږ تاسو پهٔ دې مجبورؤلی شو ، سره دَ دې چې تاسو ترې نفرت کویٔ۔ ف۴۰
ف۴۰: نوحؑ ورته پهٔ ځواب کښې ووېٔ۔ ستا دومره خبره صحیح ده چې رسول ته دَ نور مخلوق نه ممتاز کېدل پکار دی۔ لېکن هغه امتیاز پهٔ مال دولت یا حکومت طاقت یا دَ دنیا پهٔ نورو کارونو کښې نهٔ وی هغه خو اخلاق ، بهترین ملکات ، تقویٰ دینداری، دَ الله نه ویره ، دَ حق تابعداری پهٔ خلقو خوږمن کېدل اؤ هغه څرګندې معجزې اؤ نښانې وی چې الله پاک ېٔ دَ نبی دَ صداقت دپاره وخت پهٔ وخت دَ هغهٔ پهٔ لاس څرګندوی۔ هغوی دَ الله دَ وحې اؤ واضحو دلائلو پهٔ ذریعه پهٔ سمه لار روان وی اؤ شپهٔ ورځ ورباندې دَ الله پاک خاص رحمتونه وریږی۔ نوحؑ ورته ووېٔ کهٔ دا څیزونه پهٔ ما کښې څرګند موجود وی اؤ یقینًا موجود دی لېکن څنګه چې ړوند دَ نمر رڼا نهٔ وینی دغسې تاسو ته هم دَ الله دَ رحمت نور پهٔ نظر نهٔ راځی دَ زړهٔ سترګې مو ړندې دی نو زهٔ تاسو پهٔ زور خو نهٔ شم مجبورؤلے چې دا څیزونه ووینیٔ اؤ اقرار ېٔ وکړیٔ دَ کومو نه چې تاسو نفرت کویٔ اؤ سترګې مو ترېنه پټې کړے دی ورته ګوریٔ هم نه۔
خلاصه دَ تقریر دا شوه چې زما فضیلت خو څرګند دے لېکن چې ستاسو سترګې ړندې دی یا مو پهٔ زور پټې کړی دی نو پهٔ دې کښې زما کوم قصور دے۔
وَ یٰقَوْمِ لَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مَالًا١ؕ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ وَ مَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ؕ اِنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَ لٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ۝۲۹
اؤ اے زما قومه زهٔ نهٔ غواړم تاسو نهٔ پهٔ دې څهٔ مال۔ زما اجر خو دے دَ الله سره ، اؤ زهٔ نهٔ یم شړونکے دَ هغه چا چې ایمان ېٔ راؤړے۔ دوی به دَ خپل رب سره ملاقات کوی ف۴۱ لېکن زهٔ وینم چې تاسو خلق جاهلان ییٔ۔ ف۴۲
ف۴۱: یعنی زهٔ دَ تبلیغ پهٔ کار له تاسو نه څهٔ تنخواه خو نهٔ غواړم یعنی دَ ځان دَ څهٔ فائدې خیال مې نشته چې تاسو به راباندې هغه بند کړیٔ اؤ ما ته به څهٔ نقصان ورسی۔ زهٔ خو تبلیغ خاص دَ الله دَ رضا دپاره اؤ دَ هغهٔ پهٔ حکم کوم ، زهٔ خو دَ خپل الله نوکر یم اؤ دَ هغهٔ سره زما تنخواه کره ده ، دَ ستاسو مال ته مې څهٔ حاجت نشته چې دَ تاسو دپاره دا غریبان ایماندار دَ ځانه وشړم اؤ دَ تاسو حکم ته سر ټیټ کړم۔ کهٔ تاسو ته دَ دې غریبانانو پهٔ وجه زما پهٔ تابعداریٔ شرم درځی نو زهٔ هغه نهٔ یم چې دَ دولت پهٔ خاطر دا مخلصان دَ ځان نه لرې کړم۔ دوی به یوه ورځ دَ خپل پروردګار سره ملاقات کوی (چې زما هم مالک دے اؤ دَ دوی هم مالک دے) هلته به دوی زما شکایت وکړی چې دَ ستا پېغمبر دَ متکبرو مالدارو پهٔ وجه مونږ مخلصان غریبانان وشړلو ، زهٔ بې دَ څهٔ څرګند ثبوت نه دا څنګه ومنم چې دَ دوی ایمان محض ظاهری اؤ سرسری دے ، دَ زړونو دَ حال نه زهٔ نهٔ یم خبر۔ دا پته خو به هلته دَ پروردګار سره لګی هغه دَ زړونو پهٔ حال خبر دے۔
ف۴۲: یعنی دَ خپل جهالت اؤ کم عقلیٔ پهٔ وجه انجام ته خیال نهٔ کویٔ ، تش دَ هغوی ظاهری حالت ته ګوریٔ اؤ دَ غریبیٔ پهٔ وجه ېٔ سپک ګڼیٔ اؤ داسې ناروا مطالبه کویٔ چې دوی وشړه نو مونږ به درسره هله ملګری شو۔ آیا غریبی یا حلاله مزدوری اؤ کار کسب څهٔ عیب دے دا خو داسې شے دے چې بنده دَ حق منلو نه منع کوی اؤ دَ مال دولت نشه اکثر بنیادم دَ حق قبلؤلو نه محروم کړی۔ ځکه دَ هرقل پهٔ حدیث کښې راغلی دی چې دَ نبیانو تابعدار اکثر کمزوری اؤ غریبان وی۔ بهرحال تاسو پهٔ دې نهٔ پوهېږیٔ چې ټول پهٔ یو ځل دَ الله پهٔ دربار کښې حاضرېږیٔ هلته به درته پته ولګی چې تاسو ځان لوئے ګڼلو اؤ دوی ته سپک کتل ستاسو حماقت اؤ جهالت وهٔ۔
وَ یٰقَوْمِ مَنْ یَّنْصُرُنِیْ مِنَ اللّٰهِ اِنْ طَرَدْتُّهُمْ١ؕ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ۝۳۰
اؤ اے زما قومه څوک به ما خلاص کړی دَ الله نه کهٔ زهٔ دوی وشړم ، آیا تاسو فکر نهٔ کویٔ۔ ف۴۳
ف۴۳: زهٔ ستاسو دَ کبر ، غرور اؤ جهالت پهٔ وجه داسې غلطی ولې وکړم۔ کهٔ دَ ستاسو پهٔ لحاظ مې دا غریبان دَ الله مخلص بندګان وشړل نو دَ الله دَ ګرفت نه به مې څوک خلاصوی۔
وَ لَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَ لَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَ لَاۤ اَقُوْلُ اِنِّیْ مَلَكٌ وَّ لَاۤ اَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ تَزْدَرِیْۤ اَعْیُنُكُمْ لَنْ یُّؤْتِیَهُمُ اللّٰهُ خَیْرًا١ؕ اَللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ١ۖۚ اِنِّیْۤ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝۳۱
اؤ زهٔ دا نهٔ وایم چې ما سره خزانې دی دَ الله ، اؤ نهٔ زهٔ دَ غیبو دَ حال نه خبر یم۔ اؤ نه دا وایم چې زهٔ فرښته یم اؤ نهٔ دا وایم چې کوم خلق دَ ستاسو پهٔ نظر کښې سپک دی چې دوی ته به الله خیر نهٔ ورکوی۔ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې دَ دوی پهٔ زړونو کښې دی۔ کهٔ زهٔ داسې وایم نو بې انصافه به یم۔ ف۴۴
ف۴۴: کافرو نوحؑ ته وئیلی وو چې تهٔ خو زمونږ پهٔ شان یو بنیادم ېٔ دَ دولت یا طاقت پهٔ لحاظ زمونږ نه زیات نهٔ ئ نو مونږ ولې ستا تابعداری وکړو؟ نوحؑ دَ هغې ځواب ډېر پهٔ انصاف اؤ درناوی ورکوی۔ چې بېشکه کوم شے چې ستاسو پهٔ نظر کښې امتیاز دے دَ هغې دعویٰ زهٔ نهٔ کوم بېشکه زهٔ بنیادم یم۔ فرښته نهٔ یم، نهٔ راسره دَ الله خزانې شته ، اؤ نهٔ دَ غیبو پهٔ ټولو خبرو خبر یم۔ لېکن سره دَ دې خبرو زهٔ دَ ستاسو غوندې دا خبره نهٔ شم کؤلے چې کوم خلق ستاسو پهٔ نظر کښې سپک وی (یعنی زهٔ اؤ زما ملګری) هغو ته به الله پاک هېچرې څهٔ ښېګړه نهٔ ورکوی۔ لکه چې چا ته پکښې نبوت ورکړی اؤ څوک ایمان اؤ عرفان پهٔ دولت ماړهٔ کړی۔ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې دَ زړونو پهٔ حالت اؤ استعداد الله پاک ښهٔ خبر دے، هر چا ته دَ خپل استعداد مطابق فیض ورکوی اؤ هر چا سره دَ هغهٔ دَ حالت موافق سلوک کوی۔ الله پاک چې کومه خاصه مهربانی زما سره یا زما ملګریو سره کړے ده هغه دَ ستاسو دَ نظر نه پټه ده۔ کهٔ زهٔ هم داسې ووایم چې دا کوم خلق چې پهٔ ظاهره خراب حالت کښې اؤ سپک ښکاری، الله پاک هم چې پهٔ پټو حالونو خبر دے دوی ته څهٔ عزت اؤ شرافت نهٔ دے ورکړے نو دا به ډېره بې اصوله اؤ بې انصافه خبره وی۔
فائده: دَ دې آیت وړومبنیٔ درے جملې پهٔ سورتِ انعام کښې تېرې شوے دی تفسیر ېٔ هلته وګوریٔ۔
قَالُوْا یٰنُوْحُ قَدْ جٰدَلْتَنَا فَاَكْثَرْتَ جِدَا لَنَا فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۝۳۲
دوی ووېٔ اے نوح تا مونږ سره بحث وکړو اؤ ډېر زیات بحث دې وکړو ، بس اوس راؤړه څهٔ وعده چې مونږ سره کوے ، کهٔ تهٔ رښتونے ئ۔ ف۴۵
ف۴۵: حضرت نوح عليه السّلام دَ طوفان نه مخکښې نهه نیم سوه (۹۵۰) کاله خپل قوم ته شپه ورځ تبلیغ کړے وهٔ اؤ دَ هغوی دَ هر شک ځواب ېٔ ښهٔ پهٔ وضاحت سره ورکړے وهٔ اؤ ښهٔ ېٔ ټکی پهٔ ټکی پوهه کړی وو خو پهٔ هغوی ېٔ څهٔ اثر نهٔ کؤلو۔ پهٔ دې بحثونو کښې صدۍ واؤړېدې۔ آخر ورته کافرو ووېٔ چې بس دے دا سلسله اوس ختم کړه اؤ دَ کوم عذاب نه چې تهٔ مونږ ویروې هغه راباندې راوله چې خبره یو طرف ته شی۔
قَالَ اِنَّمَا یَاْتِیْكُمْ بِهِ اللّٰهُ اِنْ شَآءَ وَ مَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ۝۳۳
نوح ووې هغه خو به الله راولی کهٔ رضا ېٔ شی۔ اؤ تاسو هغه پهٔ تېښته ستړې کؤلے نهٔ شیٔ۔ ف۴۶
ف۴۶: یعنی دا شے زما پهٔ لاس کښې نهٔ دے۔ الله پاک چې کله وغواړی عذاب به درباندې راولی ، زما کار خو صرف ستاسو خبرؤل دی۔ باقی عذاب خو داسې دردناک شے دے چې دَ هغې راوستل اؤ لرې کؤل دواړه دَ بنیادم دَ طاقت نه بهر خبره ده۔ کله چې الله پاک پهٔ چا عذاب راولی نو بیا ېٔ دَ خلاصېدو مخه نهٔ وینی۔ داسې څوک دے چې الله پاک عاجزه کړی اؤ پهٔ زور ترېنه ځان خلاص کړی؟
وَ لَا یَنْفَعُكُمْ نُصْحِیْۤ اِنْ اَرَدْتُّ اَنْ اَنْصَحَ لَكُمْ اِنْ كَانَ اللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یُّغْوِیَكُمْ١ؕ هُوَ رَبُّكُمْ١۫ وَ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَؕ۝۳۴
اؤ څهٔ فائده نهٔ درکوی تاسو ته زما نصیحت کهٔ زهٔ وغواړم چې تاسو ته نصیحت وکړم ، کهٔ الله غواړی چې تاسو ګمراه کړی ، هغه رب دے ستاسو ، اؤ هغهٔ ته به واپس کېږیٔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی پهٔ کفر دومره ضد اؤ کلک ودرېدلو اؤ داسې پهٔ شوخۍ دَ عذاب دَ راوستو مبالبه کؤلو نه معلومیږی چې دَ الله پاک اراده دَ ستاسو متعلق دا ده چې هم دغسې ګمراهیٔ کښې پراتهٔ ویٔ چې آخر مو هلاک کړی نو کهٔ دَ ستاسو دَ بدعملیٔ پهٔ وجه دَ الله رضا داسې وی نو کهٔ زهٔ تاسو ته هر څومره نصیحت اؤ ستاسو خیرخواهی وکړم تاسو ته ېٔ څهٔ خیر نشته دَ ستاسو رب هغه دے دَ چا پهٔ قبضه کښې چې هر شے دے۔ څنګه معامله چې دَ چا سره کؤل غواړی څوک ېٔ منع کؤلے نهٔ شی ټول به هم هغهٔ ته راغونډیږی اؤ هغه به هر چا ته دَ خپل عمل جزا یا سزا ورکوی (ربط آیات) حضرت شاه صاحب لیکلی دی تر دې پورې چې کوم سوالونه اؤ ځوابونه دَ نوحؑ دَ قوم بیان شو دَ نبی کریمﷺ دَ قوم هم دغه حال وهٔ۔ ګویا دا ټول ځوابونه هغوی ته ورکړی شو۔ یو بله نوې دعویٰ دَ دوی وه هغه دَ قصې پهٔ مینځ کښې مخکښې بیانیږی۔
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ١ؕ قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَعَلَیَّ اِجْرَامِیْ وَ اَنَا بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُجْرِمُوْنَ۠۝۳۵
آیا دوی وائی چې دَ ځان نه دے جوړ کړے دا قرآن، ف۴۸ ورته ووایه کهٔ ما دَ ځان نه جوړ کړے وی نو زما پهٔ غاړه ده زما ګناه اؤ زهٔ بری یم ستاسو دَ ګناهونو نه ۔ ف۴۹
ف۴۸: دا خبره دَ مکّې دَ کافرانو ده۔ نبی کریمﷺ ته به ېٔ وې چې دا قرآن کریم دَ الله کلام نهٔ دے، دا تا دَ ځانه جوړ کړے دے۔ (حضرت نوحؑ کتاب نهٔ وهٔ راؤړے چې دَ هغهٔ قوم دا خبره هم کړے وه)
(موضع القرآن کښې دغه شان لیکلی دی) لېکن ځنو مفسرینو دا خبرې هم دَ نوحؑ دَ قوم دَ طرفه ګڼلی دی۔ یعنی دَ نوحؑ قوم هغهٔ ته ووې چې کومې خبرې تهٔ الله ته منسوب کوې دا تا دَ ځانه جوړې کړے دی اؤ دروغ واییٔ چې دا دَ الله حکم دے۔ ځنو مفسرینو لیکلی دی چې دا خبره دَ مکّې دَ کافرانو ده خو تعلق ېٔ دَ نوحؑ دَ قصې سره دے۔ یعنی هغوی به رسول اللهﷺ ته وې چې دا دَ نوحؑ قصه چې تهٔ بیانوے۔ دا تا دَ ځانه جوړه کړے ده واقعات داسې نهٔ دی شوی۔
ف۴۹: قرآن تا دَ ځانه جوړ کړے دے۔ (مفتریٰ) وئیلو پورې ځواب پهٔ مخکښې سورت کښې یو رکوع مخکښې تېر شوے دے۔ (چې کهٔ دا دَ بنیادم کلام وی نو تاسو هم کوشش وکړیٔ اؤ خپل ملګری هم راوبلیٔ دغه شان کلام پهٔ شریکه جوړ کړیٔ اؤ کهٔ جوړ مو نهٔ کړې شو نو ومنیٔ چې دا دَ بنیادم کلام نهٔ دے دَ الله کلام دے) دلته آخری خبره بیان شوے ده چې دَ قرآن کلامِ الٰهی کېدل خو پهٔ واضحو دلیلونو بار بار ثابت شوی دی۔ دَ داسې واضحې خبرې پهٔ تکذیب چې تاسو کومه ګناه ګټیٔ دَ هغې تباهی به هم دَ ستاسو پهٔ سر وی دَ ځان غم وکړیٔ۔ ما پهٔ تبلیغ کښې خپل پوره کوشش وکړو خپله غاړه مې خلاصه کړه۔ اوس ستاسو دَ غلطیو اؤ نافرمانیو څهٔ ذمه واری پهٔ ما نشته۔ البته (بفرضِ محال) کهٔ ما پهٔ تبلیغ کښې څهٔ سستی کړے وې یا مې پهٔ الله دروغ جوړ کړی وې نو دَ هغې ګناه به زما پهٔ غاړه وه (خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہچې داسې نهٔ دی شوی)
وَ اُوْحِیَ اِلٰی نُوْحٍ اَنَّهٗ لَنْ یُّؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ اِلَّا مَنْ قَدْ اٰمَنَ فَلَا تَبْتَىِٕسْ بِمَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَۚۖ۝۳۶
اؤ حکم وشو نوحؑ ته چې ایمان به نهٔ راؤړی ستا دَ قوم نه مګر دا کومو کسانو چې راؤړے نو تهٔ خفګان مهٔ کوه پهٔ هغه کارونو چې دوی ېٔ کوی۔ ف۵۰
ف۵۰: هر کله چې دَ قوم دَ طرف نه تکلیفونه رسؤل دَ حد نه ووتل اؤ نوحؑ نهه نیم سوه کاله تبلیغ کؤلو نه پس هم پهٔ قوم کښې دَ هغې څهٔ اثر ونهٔ لیدو نو الله ته ېٔ رازی وکړه۔ اِنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ (زهٔ کمزورے اؤ ضعیف شوم اے الله زما امداد وکړه) یعنی دَ کفارو نه زما بدله واخله۔ نو ارشاد ورته وشو چې دَ چا پهٔ قسمت کښې چې ایمان لیکلے شوے وهٔ هغوی ایمان راؤړو، نور پکښې ایمان راؤړونکی نشته۔ نو تهٔ دَ دوی پهٔ دښمنیٔ خفه کېږه مه۔ الله تعالیٰ به ډېر ژر عذاب راولی۔
وَ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَ وَحْیِنَا وَ لَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا١ۚ اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ۝۳۷
اؤ جوړه کړه یوه کشتۍ زمونږ پهٔ مخکښې اؤ زمونږ پهٔ حکم اؤ خبرې مهٔ کوه ما سره دَ ظالمانو پهٔ حق کښې ، بېشکه دوی به غرقیږی۔ ف۵۱
ف۵۱: الله پاک نوحؑ ته حکم وکړو چې یوه کشتۍ زما پهٔ مخکښې (یعنی زما پهٔ حفاظت اؤ نګرانیٔ کښې) زما دَ تعلیم اؤ الهام مطابق جوړه کړه ځکه چې زهٔ ډېر ژر دَ اوبو یو سیلابی طوفان راولم چې پهٔ هغې کښې ټول کافران غرق شی دَ هغوی پهٔ حق کښې ما دغه فیصله کړے ده۔ دا به کیږی اؤ عذاب به یقینًا راځی۔ تهٔ دَ دې ظالمانو پهٔ حق کښې ماته سفارش مهٔ کوه۔ حضرت ابراهیمؑ چې دَ لوطؑ دَ قوم پهٔ حق کښې سوال کؤلو۔ هغهٔ ته هم دغسې حکم شوے وهٔ۔ یٰاۤ اِبْرَاهِیْمُ اَعْرِضْ عَنْ هٰذَاۤ اِنَّهٗ قَدْ جَآءَ اَمْرُ رَبِّكَ وَ اِنَّهُمْ اٰتِیْهِمْ عَذَابٌ غَیْرُ مَرْدُوْدٍ۔ (هود ، آیت ۷۶، رکوع۷)
(اے ابراهیمؑ دَ دې خبرې نه واؤړه دَ دوی پهٔ حق کښې دَ ستا دَ رب دَ طرف نه فیصله شوے ده پهٔ دوی به نهٔ واپس کېدونکے عذاب راځی)
وَ یَصْنَعُ الْفُلْكَ١۫ وَ كُلَّمَا مَرَّ عَلَیْهِ مَلَاٌ مِّنْ قَوْمِهٖ سَخِرُوْا مِنْهُ١ؕ قَالَ اِنْ تَسْخَرُوْا مِنَّا فَاِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُوْنَؕ۝۳۸
اؤ هغهٔ کشتۍ جوړؤله، ف۵۲ اؤ کله چې به ورسره دَ قوم سرداران تېرېدل نو خنداګانې به ېٔ ورپورې کؤلے۔ ف۵۳ هغهٔ ورته ووې کهٔ تاسو مونږ پورې خندا کویٔ نو مونږ هم تاسو پورې خاندو ، څنګه چې تاسو خاندیٔ۔ ف۵۴
ف۵۲: وئیلے شی چې دا کشتۍ پهٔ ډېرو کالونو کښې تیاره شوه۔ کشتۍ څهٔ وه یو لوئے جهاز وهٔ پکښې بیلې بیلې درجې وې۔
مفسرانو دَ دې کشتۍ پهٔ تفصیلاتو کښې ډېره مبالغه کړے ده اؤ عجیبه عجیبه خبرې ېٔ نقل کړے دی چې اکثر پکښې اسرائیلیات دی۔
ف۵۳: خندا به ېٔ ورپورې کؤله چې ګوریٔ دَ پېغمبریٔ نه پهٔ ترکاڼۍ ولګېدو۔ چا ته به عجیبه غوندې شے ښکاره شو نو تپوسونه به ېٔ ترېنه کؤل چې دا څهٔ جوړوې؟ هغهٔ به ورته وې چې ځان ته یو کور جوړوم چې پهٔ اوبو کښې به روان وی اؤ ډوبیږی به نه۔ هغوی به ورپورې خندا شروع کړه چې پهٔ وچه دَ ډوبېدو نه ځان بچ کوی۔
ف۵۴: هغوی به پهٔ دې پورې خندل چې دې پهٔ وچه دَ ډوبېدو نه دَ بچ کېدو انتظام کوی اؤ هغهٔ ته به پهٔ دې خندا ورتله چې مرګ ېٔ پهٔ سر راغلو اؤ دوی دَ ځانه خبر نهٔ دی، خنداګانې کوی۔ دا دَ حضرت شاه صاحبؒ تفسیر دے اؤ مترجمؒ هم دَ دې تفسیر مطابق دَ اِنَّا نَسْخَرْ مِنْکُمْ ترجمه دَ مستقبل پهٔ ځائې پهٔ حال کړے ده۔ ابن کثیرؒ دَ دې ترجمه پهٔ استقبال کړے ده۔ چې اوس خو تاسو خاندیٔ۔ بیا چې تاسو ډوبېږیٔ نو زهٔ به درپورې خاندم۔
فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ١ۙ مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَ یَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ۝۳۹
ډېر ژر به درته پته ولګی چې پهٔ چا راځی داسې عذاب چې وېٔ شرموی۔ اؤ پهٔ چا راځی تل عمری عذاب۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی اوس ورته ډېر وخت نهٔ دے پاتې ډېر ژر به درته پته ولګی چې پهٔ دنیا کښې رسواکن عذاب اؤ پهٔ آخرت کښې دائمی عذاب پرې راتلونکے دے۔
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَ فَارَ التَّنُّوْرُ١ۙ قُلْنَا احْمِلْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَ اَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ وَ مَنْ اٰمَنَ١ؕ وَ مَاۤ اٰمَنَ مَعَهٗۤ اِلَّا قَلِیْلٌ۝۴۰
تر دې چې کله زمونږ حکم راورسېدو اؤ جوش ووهلو تنور ف۵۶ مونږ ورته ووې چې وخېژوه دې کشتۍ ته دَ هر قسم نه دوه دوه ف۵۷ اؤ دَ خپل کور خلق ، مګر دَ چا پهٔ حق کښې چې مخکښې فیصله شوے ده۔ ف۵۸ اؤ ټول ایماندار ، اؤ ایمان نهٔ وهٔ راؤړے دَ هغوی سره ، مګر لږو کسانو۔ ف۵۹
ف۵۶: یعنی نوحؑ کشتۍ تیارؤله تر دې چې دَ وعدې موافق دَ الله حکم راورسېدو۔ وریځو ته چې اوبهٔ ورویٔ اؤ زمکې ته چې اوبهٔ راوباسه اؤ فرښتو ته چې دَ عذاب متعلق خپل کار ته تیارې شیٔ۔ نو دَ پاس نه پهٔ شېبو شېبو باران شو دَ لاندې نه دَ زمکې چینو جوش ووهلو اوبهٔ ترېنه رابهېدې تر دې چې دَ روټو پخؤلو تنورونو کښې هم اوبو جوش ووهلو اؤ چینې ترېنه روانې شوې۔ دَ تنارهٔ پهٔ معنٰی مقرؤلو کښې اختلاف دے۔ چا ترېنه دغه عام دَ روټیو پخؤلو تنورونه مراد اخستې دے (لکه چې مونږ ولیکلو) اؤ ځنو مفسرینو لیکلی دی چې دَ نوحؑ پهٔ کور کښې دَ زړې زمانې دَ حوا ابۍ دَ وختو یو یادګاری تنور وهٔ۔ دغه ورته الله پاک دَ طوفان دَ راتلو نخښه مقرر کړے وه چې دَ دې تنور نه اوبهٔ روانې شی نو کشتۍ کښې دَ سورېدو انتظام کویٔ۔ دغه دَ طوفان راتلو علامه وه۔ ځنو لیکلی دی چې ”تنور“ دَ یو خاصې چینې نوم دے چې پهٔ کوفه یا جزیره کښې وه۔ ځنو لیکلی دی چې دَ تنارهٔ نه دَ سحر رڼا مراد ده۔ یعنی چې دَ سحر رڼا خوره شی۔ ابو حیانؒ لیکلی دی چې ممکنه ده چې فَارَالتَّنُّوۗرُ دَ عذاب دَ څرګندېدو اؤ سختیٔ نه کنایه وی لکه ”حمی الوطیس“ چې دَ جنګ نه دَ سختیٔ نه کنایه ده۔ ابن عباسؓ نه روایت دے چې تنور نه مراد دَ زمکې مخ دے۔ مونږ چې کوم تفسیر اول لیکلے دے دغه قول راجح دے۔ اشاره مو نورو قولونو ته هم وکړه۔ ابن کثیرؒ دَ دغه اول تفسیر نه پس لیکلی دی چې دا دَ اکثرو مشرانو عالمانو قول دے اؤ دَ اکثرو وروستو عالمانو خوښ دے۔ والله اعلم۔
ف۵۷: یعنی کومو ځناورو ته چې ضرورت راځی اؤ دَ کومو نسل باقی پاتې کېدل چې الله ته منظور دی دَ هغو نه یوه یوه جوړه یو نر اؤ یوه ښځه ځان سره کشتۍ کښې سوارهٔ کړه۔
ف۵۸: یعنی دا فیصله شوے ده چې دوی به دَ ظالمانو پهٔ ټولی کښې شمېرلے شی اؤ دَ هغو سره به غرقیږی وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیۡنَ ظَلَمُوْا اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ۔ دَ دې نه مراد دَ نوحؑ ځوئے ”یام“ دے چې لقب ېٔ کنعؔان وهٔ اؤ دَ کنعان مور (وائله) دَ نوحؑ پهٔ کور کښې دا دوه کسان ځان ته پاتی وو اؤ دواړه ډوب شول۔
ف۵۹: یعنی تقریبًا اتیا (۸۰) کسان۔
وَ قَالَ ارْكَبُوْا فِیْهَا بِسْمِ اللّٰهِ مَجْرٖؔىهَا وَ مُرْسٰىهَا١ؕ اِنَّ رَبِّیْ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۴۱
اؤ وېٔ وئیل سوارهٔ شیٔ پهٔ دې کښې دَ الله پهٔ نوم دی دَ دې تلهٔ اؤ ودرېدهٔ ، بېشکه زما رب بخښونکے مهربانه دے۔ ف۶۰
ف۶۰: نوحؑ خپلو ملګریو ته ووې چې الله یاد کړیٔ کشتۍ کښې سوارهٔ شیٔ اؤ څهٔ غم مهٔ کویٔ۔ دَ دې روانېدهٔ اؤ ودرېدهٔ هر څهٔ دَ الله پهٔ حکم دی اؤ دَ هغهٔ دَ نوم پهٔ برکت دی دَ ډوبېدو خطره مهٔ کویٔ۔ زما رب دَ مؤمنانو غلطی معاف کوی اؤ ډېر مهربانه دے۔ هغه به پهٔ خپل فضل مونږ صحیح سالم کوز کړی۔ دَ دې آیت نه معلومیږی چې کشتۍ کښې سورېدو پهٔ وخت بِسْمِ اللہ وئیل پکار دی۔
وَ هِیَ تَجْرِیْ بِهِمْ فِیْ مَوْجٍ كَالْجِبَالِ١۫ وَ نَادٰی نُوْحُ اِ۟بْنَهٗ وَ كَانَ فِیْ مَعْزِلٍ یّٰبُنَیَّ ارْكَبْ مَّعَنَا وَ لَا تَكُنْ مَّعَ الْكٰفِرِیْنَ۝۴۲
اؤ کشتۍ دوی روان کړل دَ غرونو پهٔ شان چپو کښې۔ اؤ نوحؑ آواز ورکړو خپل ځوی ته اؤ هغه وهٔ یوې ډډې ته ، اے بچیه سور شه زمونږ سره اؤ مهٔ پاتې کېږه دَ کافرانو سره ف۶۱
ف۶۱: یعنی کشتۍ دَ غرونو پهٔ شان وچتو وچتو چپو کښې ښهٔ پهٔ مزه بې خطرې روانه وه دَ سورېدو نه پس نوحؑ خپل ځوی کنعان ته آواز وکړو۔ هغه دَ پلار اؤ نور ټبر نه جدا شوے وهٔ ، دَ کافرو سره ملګرے وهٔ۔ نو پلار آواز وکړو چې کم بخته اوس خو دَ دوی نه را جدا شه کشتۍ ته راؤخېژه چې دَ ډوبېدو نه بچ شې۔
تنبیه: (۱) یا خو دَ نوحؑ دا خیال وهٔ چې دا ځوئے مې مسلمان دے کافر نهٔ دے۔ (۲) اؤ یا ېٔ دا خیال وهٔ چې دا سخته ووینی نو مسلمان به شی۔ (۳) یا پهٔ دې وجه چې خپل اولاد ېٔ وهٔ نو دَ اَهْلَك پهٔ عموم کښې دې هم راتلو۔ (۴) اؤ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مجمل وهٔ۔ نو دَ پلاروالی دَ مینې پهٔ وجه ېٔ دا خیال وکړو چې زما اولاد به پهٔ دې مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ کښې شامل نهٔ وی۔
قَالَ سَاٰوِیْۤ اِلٰی جَبَلٍ یَّعْصِمُنِیْ مِنَ الْمَآءِ١ؕ قَالَ لَا عَاصِمَ الْیَوْمَ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ اِلَّا مَنْ رَّحِمَ١ۚ وَ حَالَ بَیْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِیْنَ۝۴۳
هغهٔ ورته ووې زهٔ به وخېژم یو غر ته چې بچ مې کړی دَ اوبو نه ف۶۲ نوحؑ ورته ووې هېڅوک بچ کؤنکے نشته نن ورځ دَ الله دَ حکم نه ، مګر پهٔ چا چې هغه رحم وکړی اؤ دَ دواړو ترمینځه راوچته شوه یوه چپه۔ نو هغه شو پهٔ ډوبېدونکیو کښې۔ ف۶۳
ف۶۲: هغهٔ دَ خپلې بې وقوفیٔ پهٔ وجه دا خیال کؤلو چې څنګه عامو سیلابونو کښې پهٔ وچت ځائې خلق بچ کیږی دغسې به زهٔ هم غرهٔ ته وخېژم بچ به شم۔
ف۶۳: یعنی ستا څهٔ خیال دے۔ دا عام سیلاب نهٔ دے۔ دا خو دَ الله دَ عذاب سیلاب دے ، دَ غرهٔ څهٔ طاقت دے چې دَ الله دَ عذاب نه به څوک بچ کړی۔ البته کهٔ الله پاک پهٔ چا رحم وکړی نو بچ به شی لېکن دا دَ مجرمانو نه دَ بدل اخستو وخت وهٔ دَ رحم کؤلو وخت نهٔ وهٔ دَ قهر اؤ غضب حالت وهٔ۔ دَ پلار ځوی خبره لا پوره شوے نهٔ وه چې یو غټې چپې دواړه دَ همېشه دپاره جدا کړل۔
وَ قِیْلَ یٰۤاَرْضُ ابْلَعِیْ مَآءَكِ وَ یٰسَمَآءُ اَقْلِعِیْ وَ غِیْضَ الْمَآءُ وَ قُضِیَ الْاَمْرُ وَ اسْتَوَتْ عَلَی الْجُوْدِیِّ وَ قِیْلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۝۴۴
اؤ حکم وشو چې اے زمکې ونغاړه خپلې اوبهٔ ، اؤ اے اسمانه بند شه ، اؤ اوبهٔ وچې کړې شوې اؤ کار پوره شو۔ اؤ کشتۍ ودرېده پهٔ جودی غر باندې اؤ حکم وشو چې لرې دې وی ظالم قوم۔ ف۶۴
ف۶۴: تر څهٔ مودې داسې اوبهٔ وؤرېدے تا به وې دَ آسمان دروازې ماتې شوې اؤ دَ زمکې رګونه شلیدلی دی۔ ټول بوټی ، ونې غرونه هر څهٔ پهٔ اوبو کښې پټ وو۔ پهٔ کشتۍ کښې سورو خلقو نه علاوه نور ټول خلق غرق شو۔ دَ چا پهٔ حق کښې چې نوحؑ دعا کړے وه:
رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْکَافِرِیْنَ دَیَّارًا۝
(اے ربه دَ زمکې پهٔ مخ دَ کافرو کورکے پاتې نهٔ کړې)
چې ټول کافران غرق شول نو الله پاک آسمان ته حکم ورکړو چې بس نورې اوبهٔ بندې کړه اؤ زمکې ته ېٔ حکم وکړو چې تهٔ اوبهٔ راکاږه۔ بیا چا دَ حکم نه انکار کؤلے شو۔ اوبهٔ پهٔ کمېدو شوې اؤ کشتۍ دَ جودؔی غرهٔ دپاسه ودرېده چې دَ ځنې خلقو پهٔ خیال پهٔ موصل کښې وو۔ الله پاک چې څهٔ غوښتل یعنی دَ مجرمانو سزا هغه پوره شوه ظالمانو ته ووئیلی شو چې دَ الله دَ رحمت نه لرې همېشه دپاره مصیبت کښې پراتهٔ وسیٔ۔
تنبیه: پهٔ دې کښې اختلاف دے چې دَ نوحؑ طوفان پهٔ ټوله دنیا راغلے وهٔ۔ دا خبره دلته دَ فیصله کؤلو نهٔ ده۔ خو دومره یاد لریٔ چې دَ یورپ محققانو پهٔ (دائره المعارف) (انسائیکلو پیډیا) ځنی دلائل داسې نقل کړی دی چې دَ هغې نه طوفان پهٔ ټوله دنیا ثابتیږی۔ څوک چې دَ ټولې دنیا دَ طوفان قائل دی۔ پهٔ هغو کښې دَ اکثرو پهٔ خیال دَ موجوده دنیا ټول بنیادم دَ نوحؑ دَ درے ځامنو سام ، حام ، یافث اولاد دے۔ وَ جَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبَاقِیْنَ ”اؤ هم دَ هغهٔ اولاد مو پهٔ دنیا کښې باقی پرېښو (نور تباه شول)“۔
پهٔ طوفان کښې چې کوم واړهٔ یا ځناور هلاک شو دَ هغوی پهٔ حق کښې دا عذاب نهٔ وهٔ بلکې څنګه چې پهٔ نورو طبعی اسبابو مرګ راځی اؤ هغې ته ظلم نهٔ شی وئیلې دغسې دا هم دَ هغو دپاره دَ مرګ یو سبب وهٔ آخر اوس خو هم پهٔ دنیا کښې سیلابونه اؤ طوفانونه راځی اؤ ډېر بنیادم اؤ څاروی پکښې مرهٔ کیږی۔
وَ نَادٰی نُوْحٌ رَّبَّهٗ فَقَالَ رَبِّ اِنَّ ابْنِیْ مِنْ اَهْلِیْ وَ اِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَ اَنْتَ اَحْكَمُ الْحٰكِمِیْنَ۝۴۵
اؤ سوال وکړو نوحؑ خپل رب ته ، هغهٔ ووې چې اے زما ربه زما ځوئے خو زما دَ کور پهٔ افرادو کښې دے اؤ ستا وعده رښتونې ده اؤ تهٔ دَ ټولو نه لوئے حاکم ئ۔
قَالَ یٰنُوْحُ اِنَّهٗ لَیْسَ مِنْ اَهْلِكَ١ۚ اِنَّهٗ عَمَلٌ غَیْرُ صَالِحٍ١ۖ٘ۗ فَلَا تَسْـَٔلْنِ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ١ؕ اِنِّیْۤ اَعِظُكَ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ۝۴۶
الله ووې اے نوحؑ ، هغه نهٔ دے دَ ستا دَ کور پهٔ افرادو کښې۔ دَ هغهٔ عمل خراب دے۔ نو تهٔ زما نه سوال مهٔ کوه دَ هغې خبرې چې تا ته نهٔ ده معلومه۔ زهٔ تا ته نصیحت کوم چې چرته دَ جاهلانو پهٔ شان نهٔ شې۔ ف۶۵
ف۶۵: دا خبره نوحؑ کله کړے وه۔ دَ کنعان دَ غرقېدو نه مخکښې کهٔ وروستو؟ دا دواړو احتمال شته۔ دَ کنعان دَ منافقانه روش پهٔ وجه ورباندې دَ نوحؑ دَ مسلمان ګمان وهٔ اؤ کهٔ کفر ېٔ ورته معلوم وهٔ خو بیا ېٔ هم دَ پلاروالیٔ دَ مینې پهٔ وجه دَ الله پاک نه دَ هغهٔ دَ بچ کؤلو سوال کولو۔ دواړه کېدے شی۔ کهٔ مسلمان ېٔ ګڼلو اؤ دَ ډوبېدو نه مخکښې ېٔ الله ته سوال کړے وی نو مطلب ېٔ خپله پریشانی څرګندؤل وو چې الله پاک ېٔ بچ کړی۔ اؤ کهٔ دَ ډوبېدو نه پس ېٔ سوال کړے وی نو مطلب ېٔ ځان پوهه کؤل اؤ اصلی حقیقت معلومؤل وو۔ چې الله پاک خو زما دَ کور افراد بچ کؤلو وعده کړے وه نو بیا څهٔ وجه ده چې زما ځوئے غرق شو۔ دَ هغهٔ دا شک وهٔ چې کنعان خو مسلمان دے نو پهٔ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ کښې به شامل نهٔ وهٔ نو بیا دَ هغهٔ پهٔ ډوبېدو کښې راز څهٔ دے۔ دغه حقیقت ېٔ معلومؤلو۔ دَ الله پاک وعده رښتونی ده۔ هېڅوک دا خیال نهٔ شی کؤلے چې الله پاک به وعده خلافی کړے وی۔ الله پاک حاکمِ مطلق دے۔ دَ خبرې پهٔ حقیقت څوک پوهه شی اؤ کهٔ پوهه نهٔ شی دَ هېچا دا حق نشته چې دَ حکم منلو نه انکار وکړی یا دَ الله پهٔ فیصله څهٔ نکته چینی وکړی۔ حضرت نوحؑ صرف دَ خپل زړهٔ دَ تسلیٔ دپاره تپوس کؤلو چې دَ دې واقعې راز معلوم شی۔ نو ځواب ورکړې شو چې دې ستا دَ کورنۍ پهٔ هغه افرادو کښې نهٔ دے دَ چا چې دَ بچ کېدو وعده شوے ده بلکې دې پهٔ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ کښې شامل دے۔ ځکه چې کهٔ دَ ستا ځوئے وهٔ خو عمل ېٔ خراب وهٔ۔ دَ کافرانو ملګرے وهٔ۔ تهٔ خبر نهٔ ئ اؤ هغه کافر وهٔ۔ دَ چا حال چې تا ته یقینی معلوم نهٔ دے دَ هغهٔ پهٔ حق کښې څهٔ سفارش مهٔ کوه۔ مقربینو سره دا مناسب نهٔ ده چې بې سوچه دَ جاهلانو پهٔ شان خبرې وکړی۔ دَ آیت دا تفسیر پهٔ هغه وخت کښې دے کهٔ دَ نوحؑ دا خیال وهٔ چې کنعان مسلمان دے اؤ کهٔ کفر ېٔ ورته معلوم وهٔ نو بیا ېٔ دَ سوال غرض دا دے چې دَ نجات موندونکیو پهٔ ذکر کښې اهل دَ عامو مؤمنانو نه بیل ذکر شوے وهٔ۔ نو نوحؑ دا خیال وکړو چې زما دَ اهل دَ نجات دپاره به دَ دنیاوی عذاب نه بچ کېدو دپاره ایمان شرط نهٔ وی اؤ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مجمل وهٔ دَ هغې مصداق مقرر نهٔ وهٔ۔ نو دَ پلاروالیٔ دَ محبت پهٔ وجه ېٔ سوال وکړو چې یا الله زما ځوئے زما پهٔ اهل کښې شامل دے اؤ تا زما دَ اهل بچ کؤلو وعده کړے ده بیا دې ولې ډوبوے۔ ځواب ورکړې شو چې ستا دا ورومبیٔ خبره چې زما ځوئے زما دَ اهل نه دے غلطه ده ځکه چې دَ دهٔ عمل خراب دے۔ بل دا چې دَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مصداق تا ته نهٔ دے معلوم۔ نو دَ کومې خبرې چې تا ته یقینی علم نشته پهٔ هغې کښې داسې بحث کؤل تا سره مناسب نهٔ دی۔
قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِكَ اَنْ اَسْـَٔلَكَ مَا لَیْسَ لِیْ بِهٖ عِلْمٌ١ؕ وَ اِلَّا تَغْفِرْ لِیْ وَ تَرْحَمْنِیْۤ اَكُنْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۴۷
نوحؑ ووې اے ربه زهٔ پناه غواړم تا سره دَ دې نه چې وغواړم تا نه داسې شے چې ما ته نهٔ دے معلوم ف۶۶ اؤ کهٔ تهٔ ما ونهٔ بخښې اؤ رحم راباندې ونهٔ کړې نو زهٔ یم پهٔ تاوانیانو کښې۔ ف۶۷
ف۶۶: حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې بنده تپوس هم دَ هغې خبرې کوی کومه چې ورته معلومه نهٔ وی۔ لېکن مرضی معلومؤل پکار دی۔ دَ لویو دَ رضا معلومؤلو نه بغیر تپوس کؤل دَ کم عقلو کار دے۔ دَ الله پاک مرضی ولې نهٔ ده دَ تپوس کؤلو۔ دا دَ مخکښینیٔ فائدې نه معلومېدے شی ۔ (چې دَ هغهٔ عمل خراب وهٔ اؤ دَ هغهٔ پهٔ حق کښې دَ عذاب فیصله شوے وه)
ف۶۷: نوحؑ دَ هیبته ورپېدو اؤ توبه ېٔ وویسته لېکن دا ېٔ ونهٔ وې چې بیا به داسې نهٔ کوم ځکه چې دې کښې هم یو قسم دعویٰ ده دَ خپل اختیار (دَ بنده څهٔ اختیار دے چې ووائی چې دا کار به کؤم اؤ دا به نهٔ کؤم) دَ الله نه پناه غوښتل پکار دی چې بیا رانه داسې کار ونهٔ شی اؤ پهٔ زړهٔ کښې پخه اراده وکړی چې بیا به داسې نهٔ کؤم ( خو پهٔ خلهٔ نهٔ وائی) دَ حضرت آدمؑ اؤ یونسؑ پهٔ توبه کښې چې دَ قرآن کریم کوم الفاظ دی پهٔ هغې کښې هم دَ دې ادب خیال ساتلے شوے دے۔
قِیْلَ یٰنُوْحُ اهْبِطْ بِسَلٰمٍ مِّنَّا وَ بَرَكٰتٍ عَلَیْكَ وَ عَلٰۤی اُمَمٍ مِّمَّنْ مَّعَكَ١ؕ وَ اُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ یَمَسُّهُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۴۸
حکم وشو اے نوحؑ کوز شه پهٔ سلامتیا سره زما دَ طرفه اؤ برکتونو سره پهٔ تا باندې اؤ پهٔ هغه ډلو چې تا سره دی اؤ نورې ډلې دی چې مونږ به فائده ورکوؤ هغو ته بیا به ورته ورسی زمونږ له خوا دردناک عذاب۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی دَ کشتۍ نه پهٔ جودی غر کوز شو اؤ دَ غرهٔ نه زمکې ته کوز شو۔ دَ آئنده دپاره برکتونه اؤ سلامتیا به وی پهٔ تاسو اؤ پهٔ هغه قومونو چې ستاسو اؤ ستاسو دَ ملګریو دَ اولاد نه جوړ شی۔ اوس چې دنیا طوفان ورانه کړے ده۔ دا به الله پاک بیا اباده کړی اؤ بیا به ښائسته اؤ دَ نعمتونو اؤ برکتونو نه ډکه شی۔ دَ سلامتیا پهٔ لفظ الله پاک تسلّی ورکړه چې بیا به پهٔ بنیادمو دَ قیامت نه مخکښې داسې عامه تباهی نهٔ راځی لېکن ځنی قومونه به تباه کیږی۔
تِلْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهَاۤ اِلَیْكَ١ۚ مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَاۤ اَنْتَ وَ لَا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هٰذَا١ۛؕ فَاصْبِرْ١ۛؕ اِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِیْنَ۠۝۴۹
دا خبرې دَ غیبو دَ هغه خبرو نه دی چې مونږ ېٔ راستوو تا ته ، نهٔ تهٔ پهٔ دې خبر وې اؤ نهٔ ستا قوم دَ دې نه مخکښې۔ ف۶۹ نو صبر وکړه البته انجام بهتر دے دَ پرهېزګارو۔ ف۷۰
ف۶۹: یعنی دا هم دَ نبی کریمﷺ دَ نبوّت یو دلیل دے چې پهٔ ظاهره بې تعلیمه (اُمّی) دَ خلې داسې پخوانی تاریخی واقعات داسې صحیح صحیح اؤ پهٔ تفصیل سره بیان شی۔
ف۷۰: څنګه چې دَ نوحؑ اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو انجام بهتر شو دغه شان به تهٔ اؤ ستا ملګری هم کامیاب شی اؤ ستاسو مستقبل به هم شاندار شی۔ اوس تاسو پهٔ تکلیفونو صبر کویٔ اؤ زړهٔ مهٔ تنګویٔ۔
وَ اِلٰی عَادٍ اَخَاهُمْ هُوْدًا١ؕ قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُفْتَرُوْنَ۝۵۰
اؤ دَ عاد قوم ته مو واستؤلو دَ هغوی ورور هود، هغهٔ ووې اے زما قومه عبادت کویٔ دَ الله ، نشته ستاسو دپاره بل معبود بې دَ هغهٔ نه ۔ تاسو ټول دروغ واییٔ۔ ف۷۱
ف۷۱: یعنی دا دروغ دی چې دَ کاڼی بتان هم څهٔ اختیار لری اؤ معبودان دی۔ دَ هودؑ دَ قوم قصه پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده۔
یٰقَوْمِ لَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا١ؕ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی الَّذِیْ فَطَرَنِیْ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۵۱
اے زما قومه زهٔ نهٔ غواړم تاسو نه پهٔ دې څهٔ مزدوری۔ زما مزدوری خو پهٔ هغهٔ ده چا چې زهٔ پیدا کړے یم، ف۷۲ آیا تاسو نهٔ پوهېږیٔ؟ ف۷۳
ف۷۲: یعنی زهٔ ستاسو دَ مال حاجتمند نهٔ یم۔ زما پیدا کؤنکے زما دَ ټولو ضرورتونو پوره کؤلو ذمه وار دے اؤ زما اجر و ثواب دَ هغهٔ پهٔ ذمه دے۔ دا خبره هر پېغمبر خپل قوم ته کړے ده چې دَ تبلیغ نه زما څهٔ ذاتی غرض نشته۔ چې خبره ېٔ اثر وکړی اؤ خلق ېٔ دَ دنیا طمعدار ونهٔ ګڼی۔
ف۷۳: یعنی تاسو دومره کم عقل ییٔ چې پهٔ دومره غټه خبره هم نهٔ پوهېږیٔ۔ چې یو سړے بې طمعې بې غرضه ستاسو دَ خیر خواهیٔ دپاره تاسو ته نصیحت کوی۔ سمه لار درته ښئی اؤ تاسو هغه خپل دښمن ګڼیٔ اؤ جګړې ورسره کویٔ؟
وَ یٰقَوْمِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًا وَّ یَزِدْكُمْ قُوَّةً اِلٰی قُوَّتِكُمْ وَ لَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِیْنَ۝۵۲
اؤ اے قومه بخښنه وغواړیٔ دَ خپل رب نه بیا ستانهٔ شیٔ هغه طرف ته، ف۷۴ راپرې به ږدی پهٔ تاسو دَ آسمان نه دارې۔ ف۷۵ اؤ زیات به کړی تاسو ته دَ زور دپاسه زور اؤ مخ مهٔ اړویٔ چې مجرمان شیٔ ف۷۶
ف۷۴: دَ دې سورت پهٔ شروع کښې دَ دې جملې تفسیر تېر شوے دے۔
ف۷۵: یعنی وخت پهٔ وخت به درباندې ښهٔ بارانونه کوی۔ دا خلق دَ زمینداریٔ دَ کار شوقیان وو نو دَ ایمان راؤړو دا ظاهری برکتونه ورته بیان شول۔ روایت دے چې دې خلقو باندې پهٔ دې وخت کښې درے کاله باران نهٔ وهٔ شوے نو قحط سالی وه۔ هودؑ ورسره وعده وکړه چې کهٔ ایمان راؤړیٔ اؤ الله نه بخښنه وغواړیٔ نو دا سخته به درته لرې شی اؤ ملک به بیا آباد شی۔
ف۷۶: یعنی بدنی اؤ مالی طاقت به مو زیات شی ، پهٔ اولاد کښې به مو برکت وی اؤ کهٔ الله ته رجوع وکړیٔ نو دَ مالی قوت سره به مو روحانی طاقت هم زیات شی نو تاسو دَ مجرمانو پهٔ شان نافرمانی مهٔ کویٔ۔
قَالُوْا یٰهُوْدُ مَا جِئْتَنَا بِبَیِّنَةٍ وَّ مَا نَحْنُ بِتَارِكِیْۤ اٰلِهَتِنَا عَنْ قَوْلِكَ وَ مَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِیْنَ۝۵۳
هغوی ووېٔ اے هود تا نهٔ دے راؤړے مونږ ته څهٔ سند ، اؤ مونږ نهٔ یو پرېښودونکی خپل معبودان ستا پهٔ وینا۔ اؤ مونږ نهٔ یو ستا منونکی۔ ف۷۷
ف۷۷: دا دَ هغوی څرګند ضد اؤ جهالت وهٔ چې هودؑ ته به ېٔ وې ستا سره دَ خپلو خبرو پهٔ صداقت څهٔ سند نشته۔ الله پاک چې چا ته دَ نبوّت عهده ورکوی ضرور هغهٔ ته دَ دې سند هم ورکوی۔ پهٔ حدیث کښې دی چې هر نبی ته چې نبوّت ورکؤلے شی نو ورسره داسې څرګندې نخښانې هم ورکؤلے شی چې کهٔ څوک پرې سوچ وکړی نو دَ نبی پهٔ صداقت ېٔ یقین وشی ځکه دا پهٔ یقین سره وئیلی شو چې هودؑ ته به هم نخښانې ورکړې شوے وی خو دا دَ دې قوم جهالت اؤ بې حیائی وه چې دَ څرګندو نخښانو نه ېٔ انکار کؤلو۔ (یا ېٔ شاید چې دا مطلب وهٔ چې داسې نخښانه ېٔ نهٔ وه راؤړے چې پهٔ ایمان راؤړو ېٔ مجبور کړی) بهرحال مطلب ېٔ دا وهٔ چې ستا پهٔ وینا یقین نهٔ شو کؤلے اؤ خپل معبودان ستا دپاره نهٔ شو پرېښوې۔
اِنْ نَّقُوْلُ اِلَّا اعْتَرٰىكَ بَعْضُ اٰلِهَتِنَا بِسُوْٓءٍ١ؕ قَالَ اِنِّیْۤ اُشْهِدُ اللّٰهَ وَ اشْهَدُوْۤا اَنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَۙ۝۵۴
مونږ خو وایو چې تا ته زمونږ پهٔ معبودانو کښې چا څهٔ نقصان در رسؤلے دے سخت نقصان ف۷۸ هودؑ ووې زهٔ ګواه کؤم الله اؤ تاسو هم ګواهان شیٔ چې زهٔ بېزار یم دَ هغې نه چې تاسو ېٔ شریکویٔ۔
ف۷۸: یعنی دا تهٔ چې داسې ګډې وډې خبرې کوے اؤ ټول قوم دې ځان ته دښمن کړو نو زمونږ خیال دا دے چې تهٔ روغ نهٔ ئ ، زمونږ معبودانو ته بد وائي ، نو هغوی لېونے کړے ئ۔ تهٔ چې دَ هغهٔ دَ عبادت نه منع کؤل کوے نو دا درته هغوی سزا درکړه۔ (چې داسې دَ لېونو پهٔ شان خبرې کوے)
مِنْ دُوْنِهٖ فَكِیْدُوْنِیْ جَمِیْعًا ثُمَّ لَا تُنْظِرُوْنِ۝۵۵
دَ الله نه سوا۔ نو تاسو ټول ما ته چلونه جوړ کړیٔ اؤ یو پوټې مهلت مهٔ راکویٔ۔
اِنِّیْ تَوَكَّلْتُ عَلَی اللّٰهِ رَبِّیْ وَ رَبِّكُمْ١ؕ مَا مِنْ دَآبَّةٍ اِلَّا هُوَ اٰخِذٌۢ بِنَاصِیَتِهَا١ؕ اِنَّ رَبِّیْ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۵۶
زما اعتماد پهٔ الله دے چې رب دے زما اؤ ستاسو هم۔ داسې هېڅ یو ګرځېدونکے شے پهٔ زمکه نشته چې تندے ېٔ دَ الله پهٔ قبضه کښې نهٔ وی، بېشکه زما رب پهٔ نېغه لار دے۔ ف۷۹
ف۷۹: یعنی هغه عاجزان دَ کاڼی بتان به ما ته څهٔ نقصان ورسؤلے شی ، تاسو چې دومره ځان تکړه ګڼیٔ ټول راجمع شیٔ۔ دَ خپلو معبودانو پهٔ مرسته کښې پهٔ ما حمله وکړیٔ ناڅاپی۔ زهٔ ایکی یواځې یم تاسو ټول ما ته هېح نقصان نهٔ شیٔ رسؤلے (نو ستاسو بتان چې دَ ځان نه مچ نهٔ شی شړلے هغوی به راته څهٔ ووائی) واؤریٔ زهٔ الله ګواه کؤم اؤ دَ تاسو ټولو مخکښې دا اعلان کؤم، تاسو ېٔ ښهٔ واؤریٔ اؤ ګواهان شیٔ پرې چې زهٔ دَ تاسو دَ دروغو دَ معبودانو نه وېزار یم۔ تاسو ټول چې ما ته څهٔ نقصان رسؤلے شیٔ اسره مهٔ کویٔ اؤ یو پوټے مهلت مهٔ راکویٔ۔ ښهٔ پوهه شیٔ چې زما اعتماد پهٔ هغه ذات دے چې زما اؤ ستاسو ټولو مالک دے اګرچې تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔ یواځې زمونږ نه بلکې هر ژوندې څیز چې پهٔ زمکه ګرځی دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دے لکه چې دَ سر دَ وېښتو نهٔ ېٔ نیؤلے وی اؤ چې کوم خوا ېٔ راکاږی اخوا ځی۔ دَ چا طاقت نشته چې دَ هغهٔ دَ حکم خلاف وکړی۔ نهٔ ظالم دَ هغهٔ دَ ګرفت نه بچ کېدے شی اؤ نهٔ رښتونے۔ څوک دَ هغهٔ پهٔ پناه کښې رسوا کؤلے شی۔ بېشکه زما پروردګار دَ عدل و انصاف پهٔ صحیح لار دے۔ هغه نهٔ پهٔ چا ظلم کوی اؤ نهٔ چا ته بې موقعې انعام ورکوی۔ خپلو بندګانو ته چې ېٔ دَ نیکیٔ کومه نېغه لار ښیٔلے ده بېشکه پهٔ هغې تلو باندې هغه موندے شی اؤ هغه لار تلونکیو دَ حفاظت دپاره خپله هغه هر وخت موجود دے۔ دَ خپلو نیکو بندګانو حفاظت کوی۔
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖۤ اِلَیْكُمْ١ؕ وَ یَسْتَخْلِفُ رَبِّیْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ١ۚ وَ لَا تَضُرُّوْنَهٗ شَیْـًٔا١ؕ اِنَّ رَبِّیْ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَفِیْظٌ۝۵۷
بیا کهٔ تاسو مخ اړویٔ نو ما درورسؤلو څهٔ پیغام چې زما پهٔ لاس تاسو ته راستؤلے شوے وهٔ ، اؤ زما رب به ستاسو پهٔ ځائې بل قوم آباد کړی۔ اؤ تاسو به هغوی ته هېڅ نقصان ونهٔ رسؤلے شیٔ۔ بېشکه زما رب دَ هر څهٔ نګهبان دے۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی کهٔ دَ داسې واضحو خبرو نه پس هم تاسو نهٔ منیٔ نو زما پکښې څهٔ تاوان دے، ما خپل دَ تبلیغ فرض پوره کړو۔ زما غاړه خلاصه شوه اوس تاسو دَ ځان غم کویٔ کهٔ دغسې دَ ضد اؤ دښمنیٔ پهٔ لار روان ییٔ نو داسې عذاب به درباندې راشی چې ټول به تباه شیٔ۔ اؤ ستاسو پهٔ تباهیٔ دنیا نهٔ ورانیږی بل قوم به ستاسو دَ مالونو اؤ جائیداد وارث شی۔ یاد لریٔ ستاسو پهٔ تباهیٔ دَ خدائې خدائی یا پېغمبرانو ته هېڅ نقصان نهٔ رسی، نهٔ دنیا روانیږی۔ الله پاک به پهٔ دې ملک ستاسو پهٔ ځائې بل قوم آباد کړی اؤ دَ هر قابلِ حفاظت څیز حفاظت به وکړی۔
وَ لَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا هُوْدًا وَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا١ۚ وَ نَجَّیْنٰهُمْ مِّنْ عَذَابٍ غَلِیْظٍ۝۵۸
اؤ کله چې ورسېدو زمونږ حکم ، بچ مو کړو هودؑ اؤ دَ هغهٔ ایماندار ملګری پهٔ فضل خپل اؤ هغوی مو بچ کړل دَ ډېر سخت عذاب نه۔ ف۸۱
ف۸۱: یعنی اوهٔ (۷) شپې اؤ اتهٔ (۸) ورځې پهٔ مخه طوفانی سیلۍ چلېده۔ څنګه چې سورتِ اعراف کښې تېر شوی دی۔ دَ کورونو چتونه والوتل۔ ونې دَ وېخه وغورزېدے اؤ یو ځائې بل ځائې پرېوتے۔ دا هوا زهریله وه چې بنیادم به ساه واخسته نو هغه به ېٔ دَ پوزې نه ښکته تر کومې چې لاړه ټول بدن به ېٔ ذرې ذرې کړو (اؤ پهٔ ځائې به ختم شو) نو دَ داسې سخت عذاب نه مونږ هودؑ اؤ دَ هغهٔ ملګری چې تقریبًا څلور زره وو بچ کړل اؤ دَ ایمان پهٔ برکت دَ آخرت سخت عذاب نه هم خلاص شول۔
وَ تِلْكَ عَادٌ١ۙ۫ جَحَدُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَ عَصَوْا رُسُلَهٗ وَ اتَّبَعُوْۤا اَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍ۝۵۹
اؤ دا قومِ عاد وهٔ چې منکر شو دَ خپل رب دَ خبرو نه اؤ نافرمانی ېٔ وکړه دَ رسولانو ، اؤ حکم ېٔ ومنلو دَ هغه چا چې سرکش اؤ مخالف وو۔ ف۸۲
ف۸۲: یعنی دا دَ عادیانو کنډرې دی دَ عبرت پهٔ نظر ورته وګوریٔ چې دوی خپل زور ، طاقت ته غاوره وو۔ دَ الله پاک احکام اؤ دَ پېغمبر خبرې ېٔ نهٔ منلې اؤ وړو دَ غټو شیطانانو تابعداری وکړه نو دواړه تباه و برباد شول۔
تنبیه: رُسُلَهٗ جمع ځکه ووئیلې شوه چې دَ یو پېغمبر تکذیب دَ ټولو پېغمبرانو تکذیب دے ځکه چې توحید اؤ دَ دین غټې خبرې دَ ټولو یو دی اؤ یو دَ بل تصدیق کوی۔
وَ اُتْبِعُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا لَعْنَةً وَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ عَادًا كَفَرُوْا رَبَّهُمْ١ؕ اَلَا بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُوْدٍ۠۝۶۰
اؤ ورپسې شو پهٔ دې دنیا کښې لعنت ، اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به هم (ورپسې وی) ف۸۳ واؤریٔ عاد قوم منکر شو دَ رب خپل نه۔ واوریٔ لعنت دے وی پهٔ عاد چې قوم وهٔ دَ هودؑ۔ ف۸۴
ف۸۳: یعنی دَ الله لعنت ورپسې پهٔ دنیا کښې داسې ولګېدو چې چرته ځی لعنت ورسره ځی یعنی تر قیامته چې ېٔ چرته ذکر کیږی دَ الله لعنت به ورسره یادیږی بلکې دَ قیامت تر ورځې ترې نهٔ خلاصیږی ، دا دَ لعنت رسۍ به ېٔ پهٔ غاړه کښې پرته وی۔
ف۸۴: ځنو مفسرینو لیکلی دی چې دَ قیامت پهٔ ورځ به هم اواز کیږی اَلَاۤ اِنَّ عَادًا کَفَرُوْا الخ ۔
دَ عاؔد سره قومِ هوؔد ځکه وئیلے شوے دے چې دَ دواړو تصوّر پهٔ ذهن کښې سره سره راشی چې دا عاؔد دَ هودؑ قوم وهٔ۔ نو دَ هغهٔ څهٔ حال شو اؤ دَ دوی څهٔ حال شو۔ اؤ ممکنه ده چې دې دپاره ورسره هود وئیلی شوی وی چې عاؔد قومونه دوه دی۔ عادِ اولٰی اؤ عادِ اُخریٰ۔
وَاَنَّهٝٓ اَهْلَكَ عَادًا ِۨ الْاُوْلٰى (سورة النجم ، رکوع۳)
دغه عاد اولٰی دَ هودؑ قوم وهٔ۔
وَ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا١ۘ قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ هُوَ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَ اسْتَعْمَرَكُمْ فِیْهَا فَاسْتَغْفِرُوْهُ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ١ؕ اِنَّ رَبِّیْ قَرِیْبٌ مُّجِیْبٌ۝۶۱
اؤ قوم ثمود ته مو واستؤلو دَ هغو ورور صالحؑ ف۸۵ ورته مې ووې اے زما قومه عبادت کویٔ دَ الله ، نشته ستاسو دپاره بل حاکم بې له هغهٔ نه، هم هغهٔ پیدا کړی ییٔ دَ زمکې نه ف۸۶ اؤ آباد ېٔ کړیٔ پهٔ دې کښې نو دَ هغهٔ نه دَ ګناهونو بخښنه وغواړیٔ اؤ هغهٔ ته رجوع وکړیٔ بېشکه زما رب نژدے دے قبلؤنکے۔ ف۸۷
ف۸۵: دَ صالحؑ قصه پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده۔
ف۸۶: یعنی اول ېٔ آدمؑ دَ خاورې نه پیدا کړو بیا ېٔ دَ زمکې نه خوراکونه پیدا کړل دَ هغې نه نطفه جوړیږی اؤ بیا ترې بنیادم پیدا کیږی۔
ف۸۷: یعنی دَ پیدا کؤلو نه پس ېٔ دَ باقی پاتې کېدو سامان ورته هم جوړ کړو اؤ دَ زمکې دَ آبادیٔ چل ېٔ ورته وښیٔلو۔ نو هر کله چې پهٔ بنیادم دَ هغهٔ دومره احسانونه دی نو پکار ده چې بنیادم دَ هغه الله دَ حکمونو فرمانبرداری وکړی۔ اؤ کهٔ څهٔ کفر ، شرک یا ګناهونه ترېنه شوی وی دَ هغې ترېنه معافی وغواړی۔ الله پاک زمونږ سره ډېر نژدے دے اؤ زمونږ هره خبره اوری اؤ څوک چې دَ زړهٔ نه توبه وباسی هغه قبلوی۔
قَالُوْا یٰصٰلِحُ قَدْ كُنْتَ فِیْنَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هٰذَاۤ اَتَنْهٰىنَاۤ اَنْ نَّعْبُدَ مَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا وَ اِنَّنَا لَفِیْ شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُوْنَاۤ اِلَیْهِ مُرِیْبٍ۝۶۲
هغوی ورته ووې زمونږ خو ستا نه ډېره طمع کېده دَ دې نه وړومبے آیا تهٔ مونږ منع کوے چې عبادت ونهٔ وکړو دَ هغو چې عبادت ېٔ کؤلو زمونږ نیکونو۔ اؤ تهٔ چې مونږ کوم طرف ته بلې پهٔ دې کښې خو زمونږ غټ شک دے۔ ف۸۸
ف۸۸: یعنی له تا نه خو زمونږ دا طمع وه چې تا نه به یو ښهٔ دَ کار سړے جوړیږی۔ قوم ته به څهٔ خیر ورسوے اؤ قوم به دې قدر عزت کوی۔ تهٔ مونږ ته ډېر هوښیار اؤ قابل ښکارېدے اؤ زمونږ دا خیال وهٔ چې تهٔ به قوم ته ډېر خیر ورسوے اؤ دَ خپل پلار نیکهٔ مذهب به راټینګ کړې۔ دا صحیح ده چې تا دَ وخت دَ سره دَ بتانو نه نفرت کؤلو اؤ دَ عام قومی تهذیب نه جدا روان وې خو دَ ستا پهٔ عقل زمونږ دا اعتبار وهٔ چې ورو ورو دې عقل پخیږی اؤ تجربه دې زیاتیږی نو تهٔ به هم دَ قوم عام تهذیب ته راواؤړې۔ لېکن افسوس دے چې تا داسې کارونه شروع کړل چې زمونږ ټول امیدونه دې خاورې ایرې کړل، دَ خپل پلار نیکهٔ زوړ مذهب نه دې پهٔ څرګنده بغاوت وکړو۔ آیا تهٔ زمونږ نه دا طمع کوے چې ستا پهٔ وینا خپل دومره معبودان پرېږدو اؤ ستا دَ یو الله عبادت شروع کړو۔ زمونږ پهٔ خیال خو دَ مشرانو دَ لارې نه اوړېدل ډېر غلط کار دے۔ دا ستا خبرې خو زمونږ زړهٔ بالکل نهٔ منی۔ موضح القرآن کښې دی یعنی زمونږ خو دا خیال وهٔ چې تهٔ به دَ پلار نیکهٔ لار روښانه کړې اؤ تا دَ هغې ورانؤل شروع کړل۔
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَ اٰتٰىنِیْ مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ یَّنْصُرُنِیْ مِنَ اللّٰهِ اِنْ عَصَیْتُهٗ١۫ فَمَا تَزِیْدُوْنَنِیْ غَیْرَ تَخْسِیْرٍ۝۶۳
زړهٔ مو ېٔ نهٔ منی۔ هغهٔ ورته ووې اے زما قومه تاسو وخو ګوریٔ کهٔ ما ته پوهه راکړې شوی وی دَ خپل رب دَ طرف نه اؤ هغهٔ راکړے وی دَ خپل طرف نه رحمت نو څوک به ما خلاص کړی دَ الله نه کهٔ زهٔ دَ هغهٔ نافرمانی وکړم ف۸۹ نو تاسو نهٔ زیاتویٔ مګر نقصان۔ ف۹۰
ف۸۹: یعنی ستاسو دَ شک شبهې پهٔ وجه زهٔ خپله صفا لار څنګه پرېږدم۔ الله پاک ما ته پوهه راکړے ده اؤ دَ پېغمبریٔ مرتبه ېٔ راکړے ده کهٔ بالفرض زهٔ ستاسو پهٔ خلهٔ دَ هغهٔ نافرمانی وکړم اؤ دَ کومو خبرو دَ رسؤلو چې هغهٔ ما ته حکم کړے دے دَ هغې رسؤل پرېږدم نو دَ هغهٔ دَ سزا نه به مې څوک خلاصوی؟
ف۹۰: یعنی پهٔ ځائې دَ دې چې زما قدر مو کړے وې اؤ زما خبره مو منلې وې، ما دَ تبلیغ نه منع کویٔ اؤ دَ فائدې پهٔ ځائې نقصان راکویٔ (دا کوم عقل دے)۔ ځنو مشرانو دَ دې آیت تفسیر داسې کړے دے یعنی ستاسو دَ دې خبرو ما ته نور هېڅ خیر نشته سوا دَ دې نه چې دا یقین مې پوخ شو چې تاسو خپل نقصان کویٔ۔ خو دَ کلام دَ روانیٔ سره اول تفسیر زیات مناسب دے۔
وَ یٰقَوْمِ هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَ لَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِیْبٌ۝۶۴
اؤ اے زما قومه دا دَ الله اوښه ده ستاسو دپاره یو نښانه نو دا پرېږدیٔ چې خوراک کوی دَ الله پهٔ زمکه کښې اؤ لاس پهٔ بدیٔ مهٔ ور وړیٔ ګنی ډېر ژر به مو عذاب راګېر کړی۔
فَعَقَرُوْهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوْا فِیْ دَارِكُمْ ثَلٰثَةَ اَیَّامٍ١ؕ ذٰلِكَ وَعْدٌ غَیْرُ مَكْذُوْبٍ۝۶۵
نو هغوی ېٔ ښپې پرې کړې نو صالحؑ ورته ووې فائده واخلیٔ پهٔ خپلو کورونو کښې درے ورځې دا داسې وعده ده چې نهٔ دروغ کیږی۔ ف۹۱
ف۹۱: دَ حضرت صالحؑ نه قوم معجزه غوښتې وه۔ هغهٔ ورته هغه معجزه وښیٔله ، (اؤ بیا هغوی نافرمانی وکړه نو عذاب پرې راغلو)۔ پوره تفصیل پهٔ سورتِ اعراف کښې دَ اتمې پارې پهٔ آخر کښې تېر شوے دے۔
فَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا صٰلِحًا وَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَ مِنْ خِزْیِ یَوْمِىِٕذٍ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ۝۶۶
نو کله چې راورسېدو زمونږ حکم ، بچ مو کړو صالحؑ اؤ دَ هغهٔ ایماندار ملګری پهٔ خپل رحمت اؤ دَ هغه ورځې دَ شرمېدو نه ف۹۲ بېشکه ستا رب ډېر قوی اؤ غالب دے۔ ف۹۳
ف۹۲: یعنی چې دَ عذاب حکم راغلو نو مونږ صالحؑ اؤ دَ هغهٔ ملګری دَ عذاب نه بچ کړل۔ (دَ څهٔ نه مو بچ کړل) دَ دغه ورځې دَ شرمېدو نه ”وَ مِنْ خِزْیِ یُوْمِئِذٍ“ دَ ”نَجَّیْنَا“ تفصیل دے۔
ف۹۳: یعنی چې څوک بچ کؤل غواړی هغه بچ کوی اؤ چې څوک تباه کؤل غواړی هغه تباه کوی۔
وَ اَخَذَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الصَّیْحَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دِیَارِهِمْ جٰثِمِیْنَۙ۝۶۷
اؤ راګېر کړل ظالمان یوې ناترسه چغې، نو سحر پراتهٔ وو پهٔ خپلو کورونو کښې پړ مخ ۔
كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا١ؕ اَلَاۤ اِنَّ ثَمُوْدَاۡ كَفَرُوْا رَبَّهُمْ١ؕ اَلَا بُعْدًا لِّثَمُوْدَ۠۝۶۸
لکه چې هډو هلته چرې وسیدلی نهٔ وو ف۹۴ واؤریٔ قومِ ثمود منکر شو دَ خپل رب نه ، واؤریٔ لعنت دے پهٔ ثمودیانو ف۹۵
ف۹۴: یعنی نوم نشان ېٔ ورک شو۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی پهٔ دوی داسې عذاب راغلے وهٔ چې دَ شپې بې غمه پهٔ خواږهٔ خوب ودهٔ وو۔ دَ عذاب فرښتې یوه بې ترسه چغه ووېسته۔ دَ هیبته دَ ټولو دَ زړهٔ حرکت بند شو اؤ ختم شو۔ پهٔ ځنی آیتونو کښې ”رَجْفَةٌ“ لفظ راغلے دے یعنی زلزله۔ پهٔ سورتِ اعراف کښې مونږ دَ دواړو تطبیق کړے دے۔
ف۹۵: یعنی څوک چې دَ الله دَ احکامو نه منکر دی دَ هغو دغه حال کیږی اؤ دغسې پهٔ لعنت کیږی۔ تاسو هم ترېنه عبرت حاصل کړیٔ (چې دَ پېغمبر خبره نهٔ منیٔ نو دغه شان حال به مو شی)
وَ لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی قَالُوْا سَلٰمًا١ؕ قَالَ سَلٰمٌ فَمَا لَبِثَ اَنْ جَآءَ بِعِجْلٍ حَنِیْذٍ۝۶۹
اؤ البته راغلی دی زمونږ استاذی ابراهیمؑ ته پهٔ زیری راؤړو اؤ وېٔ وئیل سلامت وسې ، هغهٔ ووېٔ سلامت وسیٔ ، نو ساعت تېر نهٔ وهٔ چې وریت سخے ېٔ راوړو ف۹۶
ف۹۶: پهٔ دې سورت کښې دَ قصو ترتیب هم دَ سورتِ اعراف پهٔ شان دے، خو دومره فرق دے چې دلته دَ لوطؑ دَ قصې نه مخکښې لږه غوندې قصه دَ ابراهیمؑ بیان شوے ده لېکن طرزِ بیان داسې دے چې اصلی مقصد دَ لوطؑ قصه بیانؤل ښکاری دَ دواړو ترمینځه مناسبت اؤ تعلق وهٔ نو دَ تمهید پهٔ طور دَ ابراهیمؑ قصه ذکر شوه ۔ لوطؑ دَ ابراهیمؑ دَ ترور ځوئے وهٔ چې دَ هغهٔ سره ېٔ عراق ته هجرت کړے وهٔ۔ دَ فرښتو یوه ډله دواړو ته راغلے وه ، ابراهیمؑ دَ فرښتو سره دَ لوطؑ دَ قوم پهٔ باره کښې بحث وکړو کوم مخکښې راځی۔ دا فرښتې دَ ډېر ښائسته هلکانو پهٔ شکل کښې راغلے وې چې لوطؑ ته تلې نو براهیمؑ ته ېٔ دا زېرے ورکړو چې تهٔ الله پاک خپل خلیل کړې اؤ پهٔ دې بوډا والی کښې به دَ ساؔرا بی بی نه ستا ځوئے وشی (یعنی اسحٰقؑ) اؤ بل ېٔ دا زېرې ورکړو چې دَ لوطؑ دَ قوم ناکاره خلق ډېر ژر تباه کوی خو پهٔ دې عذاب کښې به دَ لوطؑ یا ابراهیمؑ ایماندارو ملګریو ته څهٔ نقصان نهٔ رسی۔ فرښتو ابراهیمؑ ته سلام وکړو، هغهٔ دَ سلام ځواب ورکړو خو وېٔ نهٔ پېژندې څنګه چې لوطؑ هم پهٔ اول کښې نهٔ وې پېژندلے (بلکې دَ بخاری اؤ مسلم روایت دے چې یو ځل جبرئیلؑ هم دَ بنیادم پهٔ شکل نبی کریمﷺ ته راغلے وهٔ ، خبرې اترې ېٔ سره وکړې چې هغه لاړو پاڅېدو نو حضور اکرمﷺ ته ووئیلی شو چې دا جبرئیلؑ وهٔ) ګویا دې کښې خبردارے وهٔ چې نبی هم فرښته هله پېژندے شی چې الله پاک ېٔ ورته وښئی ، کهٔ کله ېٔ ترېنه پټؤل غواړی نو بیا ېٔ نهٔ شی پېژندے۔ بهرحال دَ ابراهیمؑ دا خیال وهٔ چې میلمانهٔ دی نو ژر کور ته لاړو یو څُرب سخے ېٔ وریت کړو تیار ېٔ کړو ، میلمنو ته مخکښې ېٔ کېښودو۔
فَلَمَّا رَاٰۤ اَیْدِیَهُمْ لَا تَصِلُ اِلَیْهِ نَكِرَهُمْ وَ اَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً١ؕ قَالُوْا لَا تَخَفْ اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمِ لُوْطٍؕ۝۷۰
بیا چې ېٔ ولیدل چې دَ هغو لاسونه خوراک ته نهٔ ورځی نو شکمن شو اؤ پهٔ زړهٔ کښې وویرېدو۔ ف۹۷ هغوی ووېٔ مهٔ ویرېږه مونږ راستؤلی شوی یو دَ لوط قوم ته۔ ف۹۸
ف۹۷: یعنی شکمن شو چې دا څهٔ وجه ده چې ما ورته دومره خواری وکړه اؤ دوی خوراک ته لاس نهٔ وړی۔ پهٔ هغه زمانه کښې دا رواج وهٔ چې څوک به پهٔ ښهٔ نیت چرته نهٔ وو لاړ نو هلته به ېٔ خوراک نهٔ کؤلو۔ نو دَ ابراهیمؑ زړهٔ کښې خطره پیدا شوه چې دا سړی خوراک نهٔ کوی ضرور پهٔ څهٔ بد نیت راغلی دی۔ اؤ کهٔ سړی نهٔ وی فرښتې وی نو هم ولې راغلی دی؟ زما نه څهٔ غلطی شوے ده کهٔ زما قوم پهٔ څهٔ غم اخته کوی۔ پهٔ دې ګذبړ کښې ېٔ دَ خلې نه هم ووتل۔ اِنَّا مِنْکُمْ وَجِلُوْنَ۔ یعنی زهٔ خو دَ ستاسو نه وویرېدم۔ عامو مفسرینو ېٔ دغه مطلب لیکلے دے لېکن حضرت شاه صاحب یوه ډېره باریکه توجیه کړے ده چې دَ فرښتو سره چې دَ عذاب الٰهی امر وهٔ اؤ هغوی دَ قهر اؤ انتقام دپاره دَ لوطؑ قوم ته روانې وې۔ دَ دې طبعی اثر دا وهٔ چې دَ ابراهیمؑ پهٔ زړهٔ کښې دَ خوف اؤ خشیت یو کیفیت پیدا شو چې دَ هغې اظهار ابراهیمؑ پهٔ دې الفاظو وکړو۔ اِنَّا مِنْکُمْ وَجِلُوْنَ مونږ دَ تاسو نه ویریږو۔
ف۹۸: یعنی دَ ویرې څهٔ خبره نشته۔ مونږ فرښتې یو اؤ دَ لوطؑ قوم تباه کؤلو ته روانې یو۔ تا ته پکښې څهٔ ضرر نشته۔ (اؤ نهٔ دَ ستا دَ قوم څهٔ خبره شته) تهٔ بې غمه شه۔
وَ امْرَاَتُهٗ قَآىِٕمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنٰهَا بِاِسْحٰقَ١ۙ وَ مِنْ وَّرَآءِ اِسْحٰقَ یَعْقُوْبَ۝۷۱
اؤ دَ هغهٔ ښځه ولاړه وه نو وېٔ خندل، بیا مونږ زېرے ورکړو هغې ته دَ اسحاق پیدا کېدو اؤ دَ هغهٔ نه وروستو دَ یعقوب ف۹۹
ف۹۹: یعنی ساره بی بی چې دَ میلمنو خدمت ته ولاړه وه ۔ دَ دې ویرې پهٔ لرې کېدو اؤ دَ دې خبرې پهٔ اورېدو خوشحاله شوه اؤ وېٔ خندل۔ نو الله تعالیٰ ېٔ خوشحالی نوره هم سوا کړه چې پهٔ آخری عمر کښې به تا ته ځوئے درکؤلے شی (اسحٰقؑ) اؤ بیا به دَ هغهٔ ځوئے کیږی (یعقوبؑ) اؤ دغه شان به دَ بنی اسرائیلو لوئے قوم دَ هغهٔ دَ نسل نه پیدا کیږی۔ دا زېرے ساره بی بی ته ځکه واؤرؤلے شو چې دَ ابراهیمؑ یو ځوئے اسماعیلؑ دَ بلې بی بی هاجرې ابۍ نه وهٔ۔ دَ ساره بی بی ارمان وهٔ کهٔ زما هم ځوئے وې ، خو بوډۍ وه نو نا امیده شوے وه۔ پهٔ دغه وخت کښې دا زېرے ورکړې شو۔ ځنو عالمانو دَ ساره بی بی دَ خندا نورې وجې هم بیان کړی دی لېکن ظاهره اؤ دَ دې ځائې سره مناسب دغه وه کومه چې مونږ ولیکله۔ عالمانو دَ ”مِنْ وَّرَآءِ اِسْحٰقَ یَعْقُوْبَ“ نه دلیل نیؤلے دے چې اسحاقؑ ذبیح نهٔ وهٔ۔ ذبیح اسماعیلؑ وهٔ۔ تفسیر پهٔ ابن کثیر کښې وګوریٔ۔
قَالَتْ یٰوَیْلَتٰۤی ءَاَلِدُ وَ اَنَا عَجُوْزٌ وَّ هٰذَا بَعْلِیْ شَیْخًا١ؕ اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عَجِیْبٌ۝۷۲
هغې ووې هائے بده قسمته زهٔ به اوس ځوئے راؤړم چې بوډۍ شوم اؤ زما خاوند هم بوډا شو۔ ف۱۰۰ دا خو ډېره عجیبه خبره ده۔ ف۱۰۱
ف۱۰۰: یَا وَیْلَتٰۤی لفظ دلته داسې دے لکه زمونږ پهٔ محاوره کښې چې ښځې وائی۔ زهٔ سپېره بوډۍ به ځوئے راوړم۔ وائی چې پهٔ دغه وخت ساره بی بی دَ یو کم سل کالو وه اؤ ابراهیمؑ دَ سلو نه اوړېدلے وهٔ۔
ف۱۰۱: یعنی کهٔ داسې وشوه نو دا خو به ډېره عجیبه خبره وی اؤ یو نا اشنا کار به وی۔
قَالُوْۤا اَتَعْجَبِیْنَ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ رَحْمَتُ اللّٰهِ وَ بَرَكٰتُهٗ عَلَیْكُمْ اَهْلَ الْبَیْتِ١ؕ اِنَّهٗ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ۝۷۳
هغوی ووې آیا تهٔ تعجّب کوے دَ الله پهٔ حکم کښې ، دَ الله رحمت دے اؤ برکتونه پهٔ تاسو اے دَ کور خاوندانو بېشکه دَ الله تعریفونه کیږی دَ لوئی شان خاوند دے۔ ف۱۰۲
ف۱۰۲: یعنی پهٔ کوم کور چې دَ الله پاک دومره رحمتونه اؤ برکتونه نازلیږی اؤ چا چې همېشه معجزې اؤ نا اشنا نا اشنا کارونه لیدلی دی هغوی دپاره دی کښې دَ تعجّب څهٔ خبره ده۔ هغوی ته پکار دی چې دَ زیری پهٔ اورېدو دَ حیرانتیا پهٔ ځائې دَ الله شکر وکړی اؤ حمد و ثنا ووائی۔ ځنو عالمانو وئیلی دی چې نمانځهٔ کښې چې کوم درود وئیلی شی دَ هغې الفاظ دَ دې آیت نه اخستی شوی دی۔
فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ اِبْرٰهِیْمَ الرَّوْعُ وَ جَآءَتْهُ الْبُشْرٰی یُجَادِلُنَا فِیْ قَوْمِ لُوْطٍؕ۝۷۴
بیا کله چې لاړه دَ ابراهیمؑ نه ویره اؤ ورسېدو ورته زېرے۔ جګړه ېٔ شروع کړه مونږ سره دَ قوم لوط پهٔ حق کښې۔
اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَحَلِیْمٌ اَوَّاهٌ مُّنِیْبٌ۝۷۵
بېشکه ابراهیمؑ تحمل والا نرم زړے دے رجوع کؤنکے۔
یٰۤاِبْرٰهِیْمُ اَعْرِضْ عَنْ هٰذَا١ۚ اِنَّهٗ قَدْ جَآءَ اَمْرُ رَبِّكَ١ۚ وَ اِنَّهُمْ اٰتِیْهِمْ عَذَابٌ غَیْرُ مَرْدُوْدٍ۝۷۶
اے ابراهیمؑ دا خیال پرېږده ، بېشکه رارسېدلے دے ستا دَ رب حکم۔ اؤ پهٔ هغوی باندې راروان دے داسې عذاب چې واپس کېدے نهٔ شی۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: چې دَ دې طرف نه بې غمه شو (چې دا څوک دښمنان نهٔ دی فرښتې دی) نو ورسره ېٔ بحث شروع کړو۔ (دَ هغې خلاصه پهٔ سورتِ عنکبوت کښې بیان شوے ده چې) فرښتو چې ابراهیمؑ ته خبر ورکړو چې مونږ دَ لوطؑ قوم تباه کؤلو دپاره راغلی یو نو ابراهیمؑ ورته ووې چې هلته خو دَ هغوی پېغمبر لوطؑ موجود دے اؤ څو پورې چې قوم کښې پېغمبر موجود وی عذاب پرې نهٔ راځی۔ هغوی ورته ووې مونږ ته هر څهٔ معلوم دی۔ لوطؑ اؤ نور ایماندار به ترېنه جدا شی اؤ پهٔ نورو به عذاب راشی۔ پهٔ تفسیرونو کښې چې دَ دې بحث کوم تفصیل بیان شوے دے الله خبر چې تر کومه حده صحیح دے۔ دَ دغه بحث نه دَ مبالغې پهٔ طور الله پاک دَ یُجٰدِلُنَا سره تعبیر کړے دے۔ (دَ فرښتو سره بحث داسې دے لکه دَ الله سره بحث) دَ دې نه صفا معلومیږی چې ابراهیمؑ دَ خپل طبعی نرم دلیٔ پهٔ وجه دغه قوم باندې ترس خوړو اؤ الله پاک ته ېٔ سفارش کؤلو چې عذاب پرې رانهٔ ولی۔ شاید چې بدعملی پرېږدی اؤ نیکان شی۔ دَ دې ځواب ورکړې شو چې دا خبرې پرېږده دَ دوی وخت پوره شوے دے اؤ الله پاک پرې دَ عذاب فیصله کړے ده۔ دَ الله حکم پهٔ سفارش یا پهٔ دعا واپس کېدے نهٔ شی۔
وَ لَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوْطًا سِیْٓءَ بِهِمْ وَ ضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَّ قَالَ هٰذَا یَوْمٌ عَصِیْبٌ۝۷۷
اؤ کله چې ورغلهٔ زمونږ استاذی لوطؑ ته ، غمژن شو دَ هغوی پهٔ وجه اؤ زړهٔ ېٔ تنګ شو۔ اؤ وېٔ وئیل دا نن ورځ ډېره سخته ده۔ ف۱۰۴
ف۱۰۴: فرښتې دَ ډېر ښائسته هلکانو پهٔ شکل وې۔ پهٔ شروع کښې لوطؑ پېژندلے نهٔ وې ، دَ مېلمنو خیال ېٔ وهٔ پرې اؤ دَ خپل قوم خراب عادت ورته معلوم وهٔ نو خفه شو ، زړهٔ ېٔ تنګ شو چې اوس به ورپسې بدمعاشان راشی۔ زهٔ ېٔ ترې خلاصؤلے نهٔ شم (مېلمانهٔ به چې بې عزته شی اؤ دَ مېلمنو بې عزتی دَ کوربه بې عزتیٔ ده)۔
وَ جَآءَهٗ قَوْمُهٗ یُهْرَعُوْنَ اِلَیْهِ١ؕ وَ مِنْ قَبْلُ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ١ؕ قَالَ یٰقَوْمِ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْ هُنَّ اَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ لَا تُخْزُوْنِ فِیْ ضَیْفِیْ١ؕ اَلَیْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَّشِیْدٌ۝۷۸
اؤ راغلو هغهٔ ته خپل قوم چې پهٔ منډه راروان وو اؤ دَ وړاندې نه هغوی کؤل ناکاره کارونه۔ ف۱۰۵ لوطؑ ورته ووې اے زما قومه دا زما لوڼه حاضرې دی ، دا تاسو دپاره پاکې دی دَ دوی نه ، نو تاسو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ ما میلمنو ته مهٔ شرمویٔ ، آیا پهٔ تاسو کښې یو هم نیک چلن سړے نشته۔ ف۱۰۶
ف۱۰۵: یعنی پهٔ هغوی کښې خو دَ ناکاره کارونو مرض پخوانے وهٔ۔ داسې ښائسته هلکان چې ېٔ ولیدل کله صبرېدل۔ پهٔ منډه دَ لوطؑ کور ته راغلل چې دا مېلمانهٔ مونږ ته حواله کړه، مونږ ورسره هر څهٔ چې کوؤ۔ مونږ خو تهٔ پخوا منع کړے ئ چې هلکان مهٔ مېلمانهٔ کوه کهٔ داسې څوک راځی نو هغه مونږ ته حواله کوه هر څهٔ چې ورسره کوو۔
ف۱۰۶: لوطؑ دَ مېلمنو دَ عزت بچ کؤلو دپاره ډېر کوشش وکړو۔ آخری خبره ېٔ دې شهوت پرست قوم ته دا وکړه چې دَ ستاسو واقعی ضرورت وی نو دا دی زما لوڼه موجودې دی۔ پهٔ حلاله نکاح ېٔ واخلیٔ کومه چې پاکه اؤ جائز طریقه ده۔ دَ الله نه ویره وکړیٔ۔ خامخا دَ جرم اؤ ګناه کارونه مهٔ کویٔ۔ کم از کم زما دَ عزت خیال وکړیٔ۔ دَ دې مېلمنو مخکښې مې مهٔ بې عزته کویٔ۔ آخر پهٔ دې ټول قوم کښې یو کس کښې هم دومره سړیتوب نشته چې زما خبره واؤری۔
تنبیه: هٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِیْ“ نه مراد دَ قوم جونه دی۔ پېغمبر دَ قوم روحانی پلار وی نو دَ قوم جونو ته ېٔ خپلې لوڼه ځکه ووې۔ هسې هم محاوره کښې همېشه دَ قوم مشران جینکیو ته لوڼه وائی۔ اؤ کهٔ خاص دَ لوطؑ خپلې لوڼه مراد وی نو هم کېدے شی چې پهٔ دې موقع ېٔ دَ شر دفع کؤلو دپاره دَ قوم ځنو ممتازو کسانو ته دَ خپلو لوڼو پهٔ نکاح ورکؤلو پېش کش کړے وی۔ پهٔ هغه زمانه کښې دَ مسلمانې ښځې نکاح دَ کافر سړی سره جائز وه۔ ځنو مفسرینو لیکلی دی چې دَ لوط علیه السّلام مطلب پهٔ نکاح ورکؤلو نهٔ وهٔ ، بلکې دَ هغوی دَ زبردستیٔ نه تنګ شوے وهٔ نو دَ مېلمنو عزت بچ کؤلو دپاره ېٔ ورته ووې چې دا دی زما لوڼه موجود دی۔ چې څهٔ کویٔ ورسره وکړیٔ خو مېلمنو ته څهٔ مهٔ وایئ ۔ دا ېٔ پهٔ دې خیال وې چې شاید دوی ته څهٔ غیرت ورشی اؤ دَ دې کار نه منع شی۔ خو هغوی داسې غیرتیان چرته وو۔ خپله خبره ېٔ نهٔ پرېښوه۔
قَالُوْا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِیْ بَنٰتِكَ مِنْ حَقٍّ١ۚ وَ اِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِیْدُ۝۷۹
هغوی ووې تهٔ خو پوهه ېٔ چې زمونږ ستا دَ لوڼو سره څهٔ غرض نشته ، اؤ تهٔ پوهېږې چې مونږ څهٔ غواړو، ف۱۰۷
ف۱۰۷: یعنی تا ته ښهٔ پته ده چې زمونږ جینکۍ نهٔ دی پکار دې هلکانو کښې مو غرض دے۔ نو بیا هسې بې کاره خبرې ولې کوے؟ مونږ به خپله خبره پوره کوؤ۔
قَالَ لَوْ اَنَّ لِیْ بِكُمْ قُوَّةً اَوْ اٰوِیْۤ اِلٰی رُكْنٍ شَدِیْدٍ۝۸۰
لوطؑ ووې افسوس دے کهٔ نن ما سره ستاسو پهٔ مقابله کښې طاقت وې یا مې پناه موندلے وې پهٔ یو مضبوط ځائې کښې۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: دَ لوطؑ دَ خلې نه دَ ډېرې بې وسیٔ اؤ پریشانیٔ پهٔ وخت کښې دا خبره وخته چې چې ارمان دے کهٔ زما خپله دومره طاقت وې چې ستاسو مقابله مې کؤلے شوې۔ (نو چل به مې درته ښیٔلے وهٔ) یا څوک مضبوط اؤ طاقتور امدادی مې وې۔ یا خپل قوم اؤ ډله مې دلته موجود وې۔ پهٔ حدیث کښې نبی کریمﷺ فرمائیلی دی۔
یَرْحَمُ اللہُ لُوْطًا لَقَدْ کَانَ یَأْوِیْ اِلٰی رُکْنٍ شَدِیْدٍ ۔
(الله پاک دې پهٔ لوطؑ رحم وکړی هغهٔ ته خو مضبوطه پناه حاصله وه یعنی دَ الله پاک امداد ورسره وهٔ) لېکن دَ ډېرې پریشانیٔ پهٔ وجه ېٔ دې خوا هډو فکر ونهٔ شو۔ صرف ظاهری اسبابو ته ېٔ فکر لاړو۔ (دَ لوطؑ نه پس چې څومره نبیان راغلی وو هغه دَ مضبوطو ټبرو اؤ لویو قبیلو وو)
قَالُوْا یٰلُوْطُ اِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ یَّصِلُوْۤا اِلَیْكَ فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَ لَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ اِلَّا امْرَاَتَكَ١ؕ اِنَّهٗ مُصِیْبُهَا مَاۤ اَصَابَهُمْ١ؕ اِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ١ؕ اَلَیْسَ الصُّبْحُ بِقَرِیْبٍ۝۸۱
میلمنو ورته ووې اے لوطؑ مونږ راستؤلی شوی یو ستا دَ رب له طرفه دوی تا ته هرګز نهٔ شی نژدے کېدے۔ ف۱۰۹ نو وباسه دَ خپل کور خلق دَ شپې شپې۔ اؤ شا ته دې نهٔ ګوری پهٔ تاسو کښې هېڅوک بې ستا دَ ښځې نه چې هغې ته به رسی څهٔ چې نور قوم ته رسی۔ ف۱۱۰ دَ دوی سره نېټه سحر دے۔ آیا سحر نژدے نهٔ دے۔ ف۱۱۱
ف۱۰۹: چې لوطؑ ډېر پریشان شو نو مېلمنو ورته ووې چې تهٔ دومره خفه کېږې ولې۔ هېڅ فکر مهٔ کوه مونږ خو بنیادم نهٔ یو ، دَ الله راستؤلے فرښتې یو دَ دې ظالم قوم تباهیٔ دپاره راغلے یو۔ دوی مونږ ته لاس هم نهٔ شی راؤړې پهٔ تفسیرونو کښې لیکلی دی چې ځنو کسانو دَ کور تنبې ماتې کړې دننه راغلل اؤ ځنی پهٔ دیوالونو راواؤړېدل نو جبرئیلؑ دَ الله پهٔ حکم لوطؑ یو طرف ته بیل کښېنؤلو اؤ دَ کافرانو طرف ته ېٔ لږ غوندې پهٔ وزر اشاره وکړه هغه ټول ړاندهٔ شو اؤ پهٔ مخه وتښتېدل۔ چغې ېٔ کړې چې دَ لوطؑ مېلمانهٔ جادوګر دی۔
ف۱۱۰: یعنی صبا ته ورباندې عذاب راځی چې لږه تیارهٔ شی ، نو تهٔ دَ خپل کور خلق اؤ ایماندار ملګری دَ ځان سره کړه اؤ دَ کلی نه بهر ووځه اؤ ټول پوهه کړه چې څوک شا ته ونهٔ ګوری ګنی پهٔ عذاب کښې به راګېر شی۔ دغسې به ټول بچ شی بې دَ ستا دَ ښځې نه چې هغه دَ ځان سره مهٔ بوځه یا دا چې هغه به وروستو وګوری نو پهٔ عذاب کښې به راشی۔ وائی چې دې ښځې خلقو ته دَ مېلمنو دَ راتلو خبر ورکړے وهٔ۔ (دا هم دَ نور قوم سره ملګرے وهٔ)
ف۱۱۱: یعنی بس دے اوس نور غم مهٔ کوه دَ سحر کېدو سره به دا ټول ظالمان ختم وی (اؤ سحر خو نژدے دے څهٔ لرې نهٔ دے یوه شپه ده ترمینځه)۔
فَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَ اَمْطَرْنَا عَلَیْهَا حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ١ۙ۬ مَّنْضُوْدٍۙ۝۸۲
بیا کله چې راغلو زمونږ حکم نو مونږ دَ هغې زمکې پورته مخ ښکته واړؤلو اؤ ورباندې مو وورؤل کتکاڼی ف۱۱۲ یو بل دپاسه۔
ف۱۱۲: جبرئیل علیه السّلام هغه کلے دَ زمکې سره آسمان ته وچت کړو اؤ بیا ېٔ سر دَ لاندې راوویشتو۔ دغه شان ېٔ هر څهٔ ګډوډ شو بیا ېٔ دَ ذلّت دَ تکمیل دپاره ورباندې دَ کاڼیو باران وکړو۔ کوم خلق چې دَ کلی نه بهر وو هغه پهٔ دې کاڼیو هلاک شو۔ (نعوذ بالله) کومه سزا دَ لاندې باندې کؤلو چې دې خلقو ته ورکړې شوه دَ دوی دَ اپوټه کارونو سره بالکل مناسب ده ۔
مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ١ؕ وَ مَا هِیَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ بِبَعِیْدٍ۠۝۸۳
چې نښانې پرې لګېدلے وې ف۱۱۳ ستا دَ رب له طرفه، ف۱۱۴ اؤ نهٔ دے دا کلې دَ دې ظالمانو نه څهٔ لرې۔ ف۱۱۵
ف۱۱۳: دَ مَّنْضُوْدٍ معنٰی مترجمؒ تِه به تِه کړے ده (یعنی دومره کاڼی وورېدل چې دَ یو مخ دپاسه بل مخ جوړ شو) ځنو خلقو ېٔ معنٰی پے در پے یعنی مسلسل کړے ده۔
ف۱۱۴: مُسَوَّمَةً یعنی دَ الله دَ طرف نه پرې څهٔ خاصې نښانې لګېدلے وې چې دَ نورو کاڼیو نه ېٔ دا دَ عذاب کاڼی جُدا کړی وو۔ ځنو عالمانو لیکلی دی چې پهٔ هر کاڼی باندې دَ هغه بنده نوم لیکلے وهٔ څوک چې به پهٔ هغې هلاکېدو۔ والله اعلم
ف۱۱۵: څهٔ لرې نهٔ دے یعنی زمانه ېٔ هم دومره ډېره نهٔ ده شوے ځکه چې دا دَ قومِ عاد اؤ قومِ نوح نه وروستو تباه شوی دی (دَ ابراهیمؑ اؤ لوطؑ زمانه یوه وه) اؤ پهٔ اعتبار دَ مکان هم لرې نهٔ دی ، دَ هغوی کلی دَ مدینې منورې اؤ دَ شام ترمینځه آباد وو۔ اؤ شام ته تلونکے قافلې دَ هغوی دَ آبادیٔ پهٔ کنډرو تېرېدے۔ یا دَ دې جملې مطلب دا دے چې دا قسم عذاب دَ دې ظالمانو نه هم لرې نهٔ دے۔ دَ الله دَ عذاب نه ورته ویره پکار ده۔
تنبیه: دَ دې قصې ځنې ټوټې پهٔ سورتِ اعراف کښې تېرې شوے دی هلته ېٔ وګوریٔ۔
وَ اِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا١ؕ قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ وَ لَا تَنْقُصُوا الْمِكْیَالَ وَ الْمِیْزَانَ اِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ بِخَیْرٍ وَّ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ مُّحِیْطٍ۝۸۴
اؤ دَ مدین قوم ته مو واستؤلو دَ هغوی ورور شعیب ، هغهٔ ورته ووې اے زما قومه، عبادت کویٔ دَ یو الله نشته ستاسو دپاره بل معبود بې دَ هغهٔ نه اؤ کمے مهٔ کویٔ پهٔ پیمانه کؤلو اؤ پهٔ تول کښې، ف۱۱۶ زهٔ وینم چې تاسو ښهٔ سوکاله ییٔ ، اؤ زهٔ ویرېږم پهٔ تاسو دَ راګېرونکے ورځې دَ عذاب نه۔ ف۱۱۷
ف۱۱۶: دا قصه هم پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده۔
ف۱۱۷: یعنی الله پاک درته سوکالی اؤ خوشحالی درکړے ده نو دَ هغهٔ نه ویره وکړیٔ۔ چرته پهٔ نافرمانیٔ ېٔ درنه وانهٔ خلی یا دَ آخرت پهٔ عذاب کښې ګېر نهٔ شیٔ۔
وَ یٰقَوْمِ اَوْفُوا الْمِكْیَالَ وَ الْمِیْزَانَ بِالْقِسْطِ وَ لَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَ لَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ۝۸۵ اے زما قومه پوره پوره کویٔ پیمانه اؤ تول پهٔ انصاف سره ف۱۱۸ اؤ خلقو ته تاوان مهٔ ورکویٔ دَ هغوی پهٔ څیزونو کښې، ف۱۱۹ اؤ مهٔ خورویٔ دَ زمکې پهٔ مخ فساد۔ ف۱۲۰
ف۱۱۸: یعنی تر اوسه خو دَ ستاسو قاعده دغه زور زیاتے وهٔ اوس دا پرېږدیٔ پهٔ انصاف روان شیٔ۔
ف۱۱۹: یعنی یواځې پهٔ پیمانه اؤ تول کښې نه پهٔ هېڅ څیز کښې هم چا ته نقصان مهٔ ورکویٔ۔
ف۱۲۰: یعنی پهٔ بې انصافیٔ ، پهٔ تول پیمانه کښې کمی یا پهٔ کفر اؤ شرک ملک فساد مهٔ خورویٔ۔ وئیلی شی چې دې خلقو به غلاګانې کؤلے اؤ پهٔ امانت کښې به ېٔ خیانت کؤلو اؤ دَ یو بل مال به ېٔ پهٔ زور لاندې کؤلو۔
بَقِیَّتُ اللّٰهِ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ١ۚ۬ وَ مَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِحَفِیْظٍ۝۸۶
څهٔ چې بچ شی دَ الله پهٔ درکړی ګټه کښې دغه درلره بهتره ده کهٔ تاسو ایماندار ییٔ۔ ف۱۲۱ اؤ زهٔ نهٔ یم پهٔ تاسو نګهبان۔ ف۱۲۲
ف۱۲۱: یو ایماندار دپاره چې پهٔ مال کښې پوره پوره حقونو ادا کؤلو نه پس څهٔ پاتې شی کهٔ لږ وی هم دَ هغه ډېرو نه ښهٔ دی کوم چې پهٔ ناجائزه طریقه حاصل شوی دی۔ پهٔ حلال مال کښې کوم چې پهٔ پوره پوره تول اؤ پیمانه ورکؤلے اؤ اخستے شی پهٔ دنیا کښې الله پاک برکت اچوی اؤ پهٔ آخرت کښې اجر ورکوی۔
ف۱۲۲: یعنی ما تاسو ته نصیحت وکړو۔ اوس زهٔ دَ دې ذمه وار نهٔ یم چې پهٔ تاسو پرې پهٔ زور عمل وکړم۔
قَالُوْا یٰشُعَیْبُ اَصَلٰوتُكَ تَاْمُرُكَ اَنْ نَّتْرُكَ مَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَاۤ اَوْ اَنْ نَّفْعَلَ فِیْۤ اَمْوَالِنَا مَا نَشٰٓؤُا١ؕ اِنَّكَ لَاَنْتَ الْحَلِیْمُ الرَّشِیْدُ۝۸۷
هغوی ووېٔ اے شعیبه آیا ستا نمونځونه تا ته دا ښیٔ چې مونږ پرېږدو هغه څهٔ چې عبادت ېٔ کؤلو زمونږ نیکونو ، یا دا چې پرېږدو کار پهٔ خپلو مالونو کښې څنګه چې مونږ کؤلو، واقعی تهٔ خو ډېر باوقاره اؤ ښهٔ سړے ئ۔ ف۱۲۳
ف۱۲۳: دا ېٔ ورپورې خندا کؤله اؤ دَ ټټوبې پهٔ طور ېٔ ورته وې چې بس پهٔ دې ټول قوم کښې یو تهٔ هوښیار اؤ ایماندار پاتې شوے ئ؟ بس دے ډېر ځان نیک نیک کوه مه۔ حضرت شعیبؑ به نمونځونه ډېر کؤل۔ نو ورته وائی چې شاید چې دې ډېرو نمونځونو کښې تېروتے۔ چې مونږ اوس دَ خپل پلار نیکهٔ دَ دین نه منع کوے۔ اؤ پهٔ خپلو مالونو کښې مونږ خپل اختیار ته نهٔ پرېږدے۔ زمونږ مال دے اؤ زمونږ کار دے چا ته کم ورکوؤ کهٔ زیات تهٔ خپل نمونځونه کوه دَ دې خبرو نه واؤړه۔
حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی۔ دَ جاهلانو دا عادت دے چې خپله نیکی نهٔ شی کؤلے نو هغو پورې خندا کوی څوک چې نیکی کوی۔ دا دَ کافرو خوی دے۔ ځنو مفسرینو دا جمله پهٔ خندا نه پهٔ حقیقت اچؤلے ده۔ یعنی تهٔ خو یو نیک چلنه اؤ هوښیار بنیادم ئ داسې ګډې وډې خبرې ولې کوے؟ لکه څنګه چې ېٔ صالحؑ ته وې۔ قَدْ کُنْتَ فِیْنَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هٰذَا اَتَنْهَانَاۤ اَنْ نَعْبُدَ مَا یَعْبُدُ اٰبَآءُنَا۔
(تا نه خو زمونږ ډېره طمع وه نو تهٔ مونږ دَ هغو معبودانو دَ عبادت نه منع کوے دَ چا عبادت چې زمونږ نیکونو کړے دے)
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَ رَزَقَنِیْ مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا١ؕ وَ مَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اُخَالِفَكُمْ اِلٰی مَاۤ اَنْهٰىكُمْ عَنْهُ١ؕ اِنْ اُرِیْدُ اِلَّا الْاِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ١ؕ وَ مَا تَوْفِیْقِیْۤ اِلَّا بِاللّٰهِ١ؕ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَ اِلَیْهِ اُنِیْبُ۝۸۸
شعیب ووېٔ اے قومه تاسو وخو ګوریٔ کهٔ ما ته پوهه راکړې شوے وی دَ خپل رب له طرفه اؤ هغهٔ ما ته روزی راکړے بهتره روزی، ف۱۲۴ اؤ زهٔ دا نهٔ غواړم چې وروستو خپله هغه وکړم دَ کوم نه چې تاسو منع کوم۔ ف۱۲۵ زهٔ خو ستاسو اصلاح کؤل غواړم څومره چې مې وس رسی۔ اؤ کار جوړیږی دَ الله پهٔ امداد۔ هم پهٔ هغهٔ زما اعتماد دے۔ اؤ هم هغهٔ ته رجوع کوم۔ ف۱۲۶
ف۱۲۴: یا خو ظاهری روزی مراد ده۔ چې زهٔ خو پهٔ ناپ تول کښې کمې نهٔ کوم نو الله پاک حلاله اؤ پاکه روزی دَ تاسو نه ښهٔ راکوی۔ یا ترېنه باطنی روزی یعنی علم ، حکمت اؤ نبوت دے۔ مطلب دا چې الله پاک ما ته علم اؤ بصیرت راکړو اؤ هغه سمه لار ېٔ راته وښیٔله کومه چې تاسو ته پهٔ نظر نهٔ راځی اؤ دَ علم اؤ حکمت هغه دولت ېٔ راکړو دَ کوم پهٔ قدر چې تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔ نو ولې زهٔ هم دَ ستاسو پهٔ شان ځان ړوند کړم اؤ دَ الله دَ حکمونو نافرمانی وکړم؟ یا دَ ستاسو دَ خنداګانو پهٔ وجه تاسو ته نصیحت اؤ دَ الله احکام اورؤل پرېږدم۔ دا هرګز نهٔ کیږی۔
ف۱۲۵: یعنی دَ کومو کارونو نه چې تاسو منع کوم دا خواهش مې نشته چې ستاسو نه جدا خپله بیا هغه کار وکړم۔ مثلًا تاسو دَ کم تول اؤ پیمانې پهٔ ذریعه زیاتې ګټې نه منع کوم اؤ خپله پهٔ داسې طریقو دولت راجمع کړم؟ نو زهٔ چې تاسو ته کوم نصیحت کوم اول خپله پهٔ هغې عمل کوم نو تاسو پهٔ ما دَ خود غرضیٔ یا دَ دنیا دَ حرص الزام نهٔ شیٔ لګؤلے۔
ف۱۲۶: زما خپل کوشش دا دے چې پهٔ خپل وس دَ ستاسو دَ دین اؤ دنیا اصلاح وکړم۔ دَ دې نه علاوه مې نور هېڅ مطلب نشته باقی دا چې زهٔ پهٔ دې کوشش کښې څومره حده پورې کامیابېږم دا زما کار نهٔ دے۔ دا دَ الله تعالیٰ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دے۔ دَ هغهٔ پهٔ امداد به زما کامیابی کیږی اؤ هم پهٔ هغهٔ زما اعتماد دے اؤ پهٔ هر کار کښې هغهٔ ته رجوع کوم (اؤ دَ هغهٔ حکم ته ګورم پهٔ هغې چلېږم) یعنی زما دَ دښمنیٔ پهٔ جوش کښې داسې کارونه مهٔ کویٔ چې دَ تېرو قومونو پهٔ شان سخت عذاب درباندې راشی دَ نوحؑ ، هودؑ ، صالحؑ پهٔ قومونو چې دَ انکار اؤ تکذیب پهٔ وجه کوم عذابونه راغلی دی هغه دَ تاسو نه څهٔ پټ نهٔ دی اؤ دَ لوطؑ دَ قوم واقعه خو په نژدے زمانه کښې دَ دې ټولو نه وروستو راغلے ده۔ تاسو ته به یاده وی نو پهٔ دې واقعاتو سترګې مهٔ پټویٔ، عبرت ترېنه واخلیٔ ۔
وَ یٰقَوْمِ لَا یَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِیْۤ اَنْ یُّصِیْبَكُمْ مِّثْلُ مَاۤ اَصَابَ قَوْمَ نُوْحٍ اَوْ قَوْمَ هُوْدٍ اَوْ قَوْمَ صٰلِحٍ١ؕ وَ مَا قَوْمُ لُوْطٍ مِّنْكُمْ بِبَعِیْدٍ۝۸۹
اؤ اے زما قومه مهٔ ګټیٔ زما دَ ضد پهٔ وجه دا چې راشی پهٔ تاسو داسې مصیبت لکه چې راغلے وهٔ دَ نوحؑ پهٔ قوم یا دَ هودؑ پهٔ قوم یا دَ صالحؑ پهٔ قوم ، اؤ دَ لوطؑ قوم خو تاسو نه څهٔ لرې نهٔ دے۔ ف۱۲۷
ف۱۲۷: یعنی زما دَ ضد اؤ عداوت پهٔ جوش کښې داسې حرکتونه مهٔ کویٔ چې هغه تاسو دَ تېرو قومونو پهٔ شان دَ سخت تباه کن عذاب مستحق کړی۔ دَ نوحؑ ، هودؑ اؤ صالح علیهم السّلام پهٔ امتونو چې دَ تکذیب اؤ عداوت پهٔ سبب کوم عذابونه راغلهٔ هغه پټ نهٔ دی اؤ دَ لوطؑ قصه خو دَ دوی ټولو نه پس پهٔ ماضی قریب کښې شوے ده۔ دَ هغوی یاد به ستاسو پهٔ حافظه کښې تازه وی۔ دا نظارې هېرویٔ مه۔
وَ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ١ؕ اِنَّ رَبِّیْ رَحِیْمٌ وَّدُوْدٌ۝۹۰
اؤ بخښنه وغواړیٔ دَ خپل رب نه بیا هغهٔ ته رجوع وکړیٔ ، بېشکه زما رب دے ډېر مهربانه ډېر مینه ناک۔ ف۱۲۸
ف۱۲۸: هر څومره ډېر ګنهګار اؤ سخت مجرم چې وی خو چې دَ زړهٔ دَ اخلاصه هغهٔ ته رجوع وکړی اؤ معافی وغواړی نو هغه ېٔ پهٔ خپل فضل معاف کړی۔ بلکې محبت ورسره کوی۔
قَالُوْا یٰشُعَیْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِیْرًا مِّمَّا تَقُوْلُ وَ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْنَا ضَعِیْفًا١ۚ وَ لَوْ لَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنٰكَ١٘ وَ مَاۤ اَنْتَ عَلَیْنَا بِعَزِیْزٍ۝۹۱
هغوی ووېٔ اے شعیبؑ مونږ پهٔ اکثرو هغه خبرو نهٔ پوهېږو ف۱۲۹ چې تهٔ ېٔ کوے۔ اؤ مونږ تا وینو چې پهٔ مونږ کښې کمزورے ئ۔ ف۱۳۰ اؤ کهٔ ستا خپل خپلوان نهٔ وې نو مونږ به تهٔ سنګسار کړے وې اؤ زمونږ پهٔ زړهٔ کښې ستا هېڅ قدر نشته۔ ف۱۳۱
ف۱۲۹: ښهٔ پوهېدل خو دَ ضد اؤ عناد پهٔ وجه ېٔ وې چې مونږ خو ستا پهٔ خبرو نهٔ پوهېږو ، دا تهٔ دَ کومې دنیا خبرې کوے دَ لېونو پهٔ شان (نعوذ بالله) اؤ کهٔ واقعی هغه خلق دومره کم عقل وو چې پهٔ داسې سپینو سپینو خبرو نهٔ پوهېدل نو کېدے شی چې کلام پهٔ خپله ظاهری معنٰی وی۔
ف۱۳۰: یعنی یو کمزورے سړے ئ هسې دې ټوله دنیا پهٔ مخه راخستې ده اؤ ټول قوم دې بې فائدې دَ ځان دښمن کړو۔ تا ته خو پکار وو چې پهٔ آرام یو طرف ته ګټ کښې ناست وې هسې ځان ولې دَ مرګ خلې ته بیائي۔
تنبیه: ځنو عالمانو نه دَ ضعیف معنٰی ضعیف البصر یعنی ړوند نقل شوے ده۔ کېدے شی چې څهٔ وخت کښې عارضی طور دَ شعیبؑ نظر ولاړ وی۔ لکه دَ یعقوبؑ نظر چې دَ یوسفؑ پهٔ فراق کښې خراب شوے وهٔ۔ ځنو مفسرینو دا روایت نقل کړے دے چې شعیبؑ به ډېر ژړل نو نظر ېٔ خراب شو ړوند شو۔ الله تعالیٰ ورته وفرمائیل اے شعیبهؑ تهٔ ولې دومره ژاړې دَ دوزخ دَ غمه کهٔ دَ جنّت دپاره۔ هغهٔ ورته ووې زهٔ ستا دَ ملاقات دَ ویرې ژاړم۔ چې کله مخامخ شم نو پته نشته چې څهٔ سلوک به راسره کوے۔ الله تعالیٰ ورته وفرمائیل تا ته دې زما دیدار مبارک وی۔ اے شعیبهؑ ځکه خو ما خپل کلیم موسٰیؑ ستا دَ خدمت دپاره مقرر کړے دے۔ وائی چې دَ دې نه پس دَ هغهٔ نظر بیا سم شو۔ والله اعلم
ف۱۳۱: یعنی ستا دَ خاندان نور خلق چې زمونږ ملګری دی کهٔ دَ هغوی لحاظ نهٔ وې نو اوس به مو پهٔ کاڼیو ویشتې وې اؤ ختم کړے به مو وې۔
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَهْطِیْۤ اَعَزُّ عَلَیْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ١ؕ وَ اتَّخَذْتُمُوْهُ وَرَآءَكُمْ ظِهْرِیًّا١ؕ اِنَّ رَبِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ۝۹۲
شعیبؑ ووې اے قومه آیا زما دَ کورنۍ زور پهٔ تاسو دَ الله نه زیات دے اؤ چې تاسو هغه الله شا ته غوزؤلے هېر کړے دے، بېشکه زما دَ رب پهٔ قابو کښې دی څهٔ چې تاسو کویٔ۔ ف۱۳۲
ف۱۳۲: یعنی ډېره دَ افسوس خبره ده چې تاسو زما دَ خاندان پهٔ وجه زما لحاظ کویٔ اؤ دا خیال نهٔ ساتیٔ چې زهٔ دَ الله رسول یم اؤ دَ خپل صداقت څرګندې نخښې لرم ګویا کهٔ ستاسو پهٔ نظر کښې زما دَ خاندان طاقت اؤ عزت دَ الله تعالیٰ نه زیات دے۔ تاسو دَ الله تعالیٰ عظمت اؤ جلال داسې هېر کړے دے چې هډو تصوّر کښې مو نهٔ راځی۔ الله یاد کړیٔ۔ ستاسو هر کار دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دے۔ اؤ ټول عملونه مو هغهٔ ته معلوم دی۔ بې دَ هغهٔ دَ رضا رپ هم نهٔ شی وهلې۔
وَ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ١ؕ سَوْفَ تَعْلَمُوْنَ١ۙ مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَ مَنْ هُوَ كَاذِبٌ١ؕ وَ ارْتَقِبُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ رَقِیْبٌ۝۹۳
اؤ اے قومه تاسو پهٔ خپل ځائې خپل کارونه کویٔ ، زهٔ خپل کار کوم۔ مخکښې به درته معلومه شی چې پهٔ چا باندې راځی رسوا کؤنکے عذاب۔ اؤ څوک دروغژن دے۔ اؤ لار څاریٔ زهٔ هم تاسو سره لار څارم۔ ف۱۳۳
ف۱۳۳: یعنی ښهٔ ده تاسو پهٔ خپل ضد کلک شیٔ زهٔ دَ الله پهٔ هدایت اؤ سمه لار ټینګ ولاړ یم۔ ډېر ژر به درته پته ولګی چې څوک رښتونے دے اؤ څوک دروغژن دے؟ دواړه به دَ آسمانی فیصلې انتظار کوؤ چې پهٔ چا عذاب راځی اؤ شرمیږی ذلیل کیږی۔
وَ لَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا شُعَیْبًا وَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَ اَخَذَتِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الصَّیْحَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دِیَارِهِمْ جٰثِمِیْنَۙ۝۹۴
اؤ کله چې راغلو زمونږ حکم بچ مو کړو شعیبؑ اؤ چا چې ایمان راؤړے وهٔ هغهٔ سره پهٔ فضل خپل ، اؤ راګېر کړل هغه کسان چې ظلم ېٔ کړے وهٔ یو کړس، بیا سحر پهٔ خپلو کورونو کښې پړمخې پراتهٔ وو۔
كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا١ؕ اَلَا بُعْدًا لِّمَدْیَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُوْدُ۠۝۹۵
لکه چې هډو چرې دلته وسېدلی نهٔ وو۔ ف۱۳۴ واوریٔ پهٔ لعنت شو مدین والا هم لکه چې پهٔ لعنت شوی وو ثمودیان ف۱۳۵
ف۱۳۴: دلته دَ شعیبؑ دَ قوم هلاکت پهٔ کړس (یعنی دَ فرښتې پهٔ یو ناترسه چغه) ذکر شوے دے اؤ پهٔ سورتِ اعراف کښې رَجْفَةٌ یعنی دَ زلزلې لفظ راغلے دے اؤ پهٔ سورتِ شعراء کښې عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّة ذکر شوے دے چې عذاب ورباندې لکه دَ سائبان چتر شو۔ ابن کثیرؒ لیکلی دی چې دا درے واړهٔ عذابونه پهٔ دې قوم راغلی وو۔ بیا پهٔ هر سورت کښې دَ هغې دَ سیاق مناسب عذاب ذکر شوے دے اؤ نور پاتې دی۔ پهٔ اعراف کښې وو چې قوم شعیبؑ ته ووې چې مونږ به تا دَ وطن نه وشړو۔ نو هلته ورته وښیٔلې شوه چې دَ کومې زمکې نه دوی شعیبؑ وېستو هم دَ هغې زمکې پهٔ زلزله تباه شو۔ دلته دَ هغوی دَ طرفه دَ بې عزتیٔ اؤ ګستاخیٔ خبرې نقل شوی دی نو دَ هغې مناسب آسمانی چغه ذکر شوه ګویا دَ الله دَ عذاب پهٔ چغه کښې دَ دوی ټولې خبرې ورکې شوې۔ پهٔ سورتِ شعراء کښې دَ هغوی قول نقل شوے دے کهٔ تهٔ رښتونے ئ نو پهٔ مونږ دَ آسمان نه یو ټوکړه راوغورزوه۔ فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا کِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ کُنْتَ مِنَ الصَّادِقِیْنَ۝ نو دَ هغې پهٔ مناسبت عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّة ذکر شو ګنی راغلی پرې درے واړه وو۔ (پهٔ زمکه زلزله وه پهٔ آسمان دَ عذاب وریځ راخوره شوه چې پهٔ هغې کښې یو زوردار کړس یا بې ترسه چغه وخته اؤ دَ هیبته ټول هلاک شول۔
ف۱۳۵: یعنی دواړه قومونه عاد اؤ ثمود پهٔ صیحه(چغه) هلاک شوی دی۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَ سُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍۙ۝۹۶
اؤ البته راستؤلے دے مونږ موسٰیؑ دَ خپلو نښانو اؤ څرګندو دلیلونو سره ۔ ف۱۳۶
ف۱۳۶: دَ نښانو نه غالبًا معجزې مراد دی اؤ هغه نهه نښانې چې موسٰیؑ ته ورکړې شوے وې دَ کومو ذکر چې لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیَاتٍ سره شوے دے۔ پهٔ هغې نهو معجزو کښې غالبًا دَ همسا معجزه پهٔ ټولو کښې زوروره اؤ څرګنده وه پهٔ (۱) سُلْطَانٌ مُّبِیْنٌ سره تعبیر شوے دے ، یا دَ (۲) سُلْطَانٌ مُّبِیْنٌ نه مراد هغه واضحه دلیلونه دی کوم چې موسٰیؑ دَ توحید پهٔ باره کښې فرعون سره دَ خبرو اترو پهٔ موقع مخامخ پېش کړی وو۔ کوم چې پهٔ نورو ځایونو ذکر شوی دی۔ اؤ (۳) ممکنه ده چې دَ الفاظو ظاهری معنٰی مراد وی۔ یعنی څرګنده غلبه اؤ فتح ۔ ځکه چې دَ فرعونیانو پهٔ مقابله کښې څو ځله موسٰیؑ ته څرګنده غلبه حاصله شوے ده۔
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ مَلَاۡىِٕهٖ فَاتَّبَعُوْۤا اَمْرَ فِرْعَوْنَ١ۚ وَ مَاۤ اَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِیْدٍ۝۹۷
فرعون اؤ دَ هغهٔ سردارانو ته ، بیا هغه سردارانو تابعداری وکړه دَ فرعون دَ حکم اؤ نهٔ ده دَ فرعون خبره څهٔ دَ ښېګړې۔ ف۱۳۷
ف۱۳۷: یعنی دَ داسې څرګندو دلیلونو نه پس ېٔ هم دَ پېغمبر خبره ونهٔ منله۔ اؤ هغه شان دَ الله دښمن فرعون پسې روان وو۔ سره دَ دې چې دَ هغهٔ یو کار هم دَ ښېګړې نهٔ وهٔ چې دَ هغهٔ پهٔ تابعداریٔ کښې ېٔ څهٔ فائده موندلے وې۔
یَقْدُمُ قَوْمَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَاَوْرَدَهُمُ النَّارَ١ؕ وَ بِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُوْدُ۝۹۸
مخکښې به روان وی دَ خپل قوم نه دَ قیامت پهٔ ورځ نو وبه ېٔ رسوی اور ته، اؤ ډېر ناکاره ځائې دے کوم ته چې دوی ورسېدل۔ ف۱۳۸
ف۱۳۸: یعنی څنګه چې دلته پهٔ کفر کښې دَ هغوی مشر وهٔ دغه شان به ېٔ دَ قیامت پهٔ ورځ به هم مشر وی اؤ چا چې دَ هغهٔ تابعداری کؤله هغه به ېٔ دوزخ ته روان کړے وی۔ دا هغه ګودر دے چې دَ یخو اوبو پهٔ ځائې به پکښې یشیدلې اوبهٔ اؤ وینې ځوې اؤ سور اور وی۔
وَ اُتْبِعُوْا فِیْ هٰذِهٖ لَعْنَةً وَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ بِئْسَ الرِّفْدُ الْمَرْفُوْدُ۝۹۹
اؤ ورپسې شهٔ پهٔ دې دنیا کښې هم لعنت اؤ آخرت کښې هم۔ ډېر خراب انعام دے کوم چې دوی ته ورسېدو۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی تر څو چې دنیا آباده وی خلق به پهٔ فرعون اؤ دَ هغهٔ پهٔ تابعینو لعنت وائی۔ بیا به پهٔ قیامت کښې ورباندې ملائکې اؤ ټول موجود خلق لعنت وائی غرض دا چې دَ لعنت دا سلسله به دغه شان جاری وی۔ دا دَ هغهٔ دَ کارونامو انعام دے۔
ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْقُرٰی نَقُصُّهٗ عَلَیْكَ مِنْهَا قَآىِٕمٌ وَّ حَصِیْدٌ۝۱۰۰
دا څهٔ لږ غوندې حالات دی دَ کلیو چې تا ته ېٔ اوروؤ ، ځنی پهٔ هغوی کښې اوس هم موجود دی اؤ دَ ځنو بنیاد ورک شو۔ ف۱۴۰
ف۱۴۰: یعنی دَ تېرو قومونو کومې قصې چې تاسو ته اورؤلے شی چې څنګه هغوی نافرمانی کؤله اؤ څنګه تباه شو۔ پهٔ دوی کښې ځنی کلی اوس هم آباد دی۔ لکه مصر چې دَ فرعون ځائې وهٔ اؤ ځنی وران شوی دی خو کنډرې اؤ علامې ېٔ شته دے لکه دَ لوطؑ دَ قوم کنډرې اؤ دَ ځنو علامې هم ورکې شوی دی۔
وَ مَا ظَلَمْنٰهُمْ وَ لٰكِنْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَمَاۤ اَغْنَتْ عَنْهُمْ اٰلِهَتُهُمُ الَّتِیْ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ لَّمَّا جَآءَ اَمْرُ رَبِّكَ١ؕ وَ مَا زَادُوْهُمْ غَیْرَ تَتْبِیْبٍ۝۱۰۱
اؤ مونږ پهٔ هغو ظلم نهٔ دے کړے لېکن هغوی خپله پهٔ ځانونو ظلم کړے دے۔ بیا ېٔ هېڅ پکار رانهٔ غلل هغه معبودان کومو ته چې ېٔ چغې وهلې دَ الله نه غیر۔ کوم وخت چې ورته ورسېدو ستا دَ رب حکم، ف۱۴۱ اؤ زیات ېٔ نهٔ کړو دَ هغو پهٔ حق کښې څهٔ شے سوا دَ هلاکت نه، ف۱۴۲
ف۱۴۱: یعنی الله تعالیٰ بې ګناه پهٔ چا عذاب نهٔ دے راستؤلے چې دَ ظلم ګمان پرې وشی خو چې دَ هغوی نافرمانی دَ حد نه ووته اؤ خپله ېٔ ځان دَ سزا حقدار کړو نو الله پرې عذاب راوستو نو بیا وګوریٔ چې دَ کومو باطلو معبودانو عبادت ېٔ کؤلو اؤ ډېرې طمعې ېٔ ترې لرلې چې پهٔ سخته کښې به مو پکاریږی۔ هغه ېٔ هېڅ پکار رانهٔ غلل۔ هېڅ امداد ېٔ ورسره ونهٔ کړو۔
ف۱۴۲: باطلو معبودانو به ورسره امداد څهٔ کړے وهٔ دَ هغو دَ لاسه خو تباه شو چې هغوی ېٔ دَ نفعې نقصان مالکان وګڼل۔ نذرانې ېٔ ورکؤلے اؤ سجدې ېٔ ورته کؤلے اؤ دَ نبیانو خبره ېٔ نهٔ منله نو دا بده ورځ پرې راغله۔ یعنی دَ نبی دَ تکذیب پهٔ وجه چې پرې کوم عذاب راتلو دَ شرک اؤ کفر عذاب پرې زیات شو بې دَ عذاب زیاتؤلو نه ېٔ نور څهٔ خیر ور ورسؤلو۔
وَ كَذٰلِكَ اَخْذُ رَبِّكَ اِذَاۤ اَخَذَ الْقُرٰی وَ هِیَ ظَالِمَةٌ١ؕ اِنَّ اَخْذَهٗۤ اَلِیْمٌ شَدِیْدٌ۝۱۰۲
اؤ هم دغه شان دی نیؤل ستا دَ رب کله چې ونیسی هغه کلی چې هغوی ظلم کوی، بېشکه دَ هغهٔ نیؤل سخت دردناک دی۔ ف۱۴۳
ف۱۴۳: یعنی ظالمانو ته اول خو مهلت ورکړی خو چې پوهه نهٔ شی اؤ دَ خپل عمل نه نهٔ اوړی نو بیا ېٔ راګېر کړی اؤ دَ هغهٔ رانیؤل بیا ډېر سخت دی څوک ترې پهٔ هېڅ شان خلاصېدے نهٔ شی۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ الْاٰخِرَةِ١ؕ ذٰلِكَ یَوْمٌ مَّجْمُوْعٌ١ۙ لَّهُ النَّاسُ وَ ذٰلِكَ یَوْمٌ مَّشْهُوْدٌ۝۱۰۳
پهٔ دې خبرو کښې نښانې دی دَ هغه چا دپاره چې ویریږی دَ آخرت دَ عذاب نه۔ ف۱۴۴ دا یوه ورځ ده چې راجمع کیږی به پکښې ټول خلق اؤ دا یوه ورځ ده دَ ټولو دَ پېش کېدو۔ ف۱۴۵
ف۱۴۴: یعنی دنیا چې دَ عمل ځائې دے پهٔ دې کښې دَ شرک اؤ دَ نبیانو دَ تکذیب پهٔ وجه داسې سخته سزا ورکؤلے شی نو دَ دې نه دا معلومېدے شی چې آخرت خالص دَ بدلے ورکؤلو ځائې دے هلته به دَ کفر اؤ شرک پهٔ وجه څومره سخته سزا ورکؤلے شی۔ هوښیار بنیادم چې دَ خبرې انجام ته فکر کوی دَ هغهٔ دپاره پهٔ دې کښې ډېر عبرت اؤ نصیحت اؤ دَ دې نه دَ سبق اخستو موقع ده۔
ف۱۴۵: یعنی دَ تمامې دنیا فیصله به پهٔ هغه وخت کیږی چې وړومبی وروستی ټول دَ الله پهٔ مخ کښې راجمع شی اؤ هېڅوک هم غیر حاضر نهٔ وی نو دَ ټولو فیصله به پهٔ دغه ورځ وشی۔ دغه ورځ دَ الله پاک دَ عدالت دَ لوئے پېشیٔ ورځ ده ( اؤ پهٔ دغه ورځ به ټولې فیصلې اورؤلے شی)
وَ مَا نُؤَخِّرُهٗۤ اِلَّا لِاَجَلٍ مَّعْدُوْدٍؕ۝۱۰۴
اؤ دا چې مونږ وروستو کوؤ نو دَ یوې نېټې دپاره چې مقرره ده۔ ف۱۴۶
ف۱۴۶: یعنی دَ الله پهٔ علم کښې دَ دغې ورځې دپاره یوه نېټه مقرر ده۔ کله چې هغه نېټه پوره شی نو دا ورځ به ضرور راځی۔ دَ وروستو کېدو نه دا خیال مهٔ کویٔ چې ګنی دا هسې خیالی خبره ده۔
یَوْمَ یَاْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ اِلَّا بِاِذْنِهٖ١ۚ فَمِنْهُمْ شَقِیٌّ وَّ سَعِیْدٌ۝۱۰۵
کله چې هغه راشی نو خبره به نهٔ شی کؤلے هېڅوک بې دَ هغهٔ دَ حکم نه نو پهٔ دوی کښې ځنی بدبخت دی اؤ ځنی نیک بخت۔ ف۱۴۷
ف۱۴۷: هېڅوک به داسې خبره نهٔ شی کؤلے چې چا ته ترې څهٔ فائده ورسی بې دَ الله دَ اجازت نه ۔ اؤ پهٔ دغه ورځ پهٔ ځنی وخت کښې خو به بالکل یو حرف دَ خلې نه بې اجازته نهٔ شی ویستے۔
فَاَمَّا الَّذِیْنَ شَقُوْا فَفِی النَّارِ لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّ شَهِیْقٌۙ۝۱۰۶
نو کوم چې بدبخت دی هغوی پهٔ اور کښې دی دوی لره پهٔ دې اور کښې نعرې وهل دی اؤ چغې۔
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَ الْاَرْضُ اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ۝۱۰۷
همېشه به وی پهٔ دې کښې تر څو چې وی آسمانونه اؤ زمکه مګر څهٔ چې وغواړی ستا رب ۔ بېشکه ستا رب پهٔ ښهٔ شان سره کوی څهٔ چې وغواړی۔
وَ اَمَّا الَّذِیْنَ سُعِدُوْا فَفِی الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَ الْاَرْضُ اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ١ؕ عَطَآءً غَیْرَ مَجْذُوْذٍ۝۱۰۸
اؤ کوم کسان کښې نیک بخت دی نو هغوی پهٔ جنت کښې دی همېشه به وی پهٔ دې کښې تر څو چې وی آسمانونه اؤ زمکه مګر څهٔ چې وغواړی ستا رب ۔ بخشش دے بې انتها۔ ف۱۴۸
ف۱۴۸: دَ دې آیت دوه معنې کېدے شی یو خو دا چې څومره موده چې دا آسمانونه اؤ زمکه پهٔ دنیا کښې پاتې وو دومره عمر به بدبخت پهٔ دوزخ کښې اؤ نیکان پهٔ جنت کښې وی مګر کهٔ الله پاک ېٔ دَ دې نه زیاتؤل غواړی نو هغه هغهٔ ته معلومه ده چې څومره ېٔ زیاتوی۔ بنیادم چې دَ وږد عمر تصوّر کوی نو زیات نه زیات دومره کؤلے شی څومره زمانه چې دَ دې دنیا دَ آبادیٔ ده۔ دَ اولې ورځې نه دَ قیامت دَ ورځې پورې ځکه دَ مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ الفاظ دَ عربو پهٔ محاوره کښې دَ همېشګیٔ اؤ دوام پهٔ معنٰی استعمالیږی۔ باقی دَ دوام اؤ ابدیت خپله اصلی معنٰی چې غیر محدود زمانه ده دَ الله پاک پهٔ غیر متناهی علم پورې خاص ده۔ (بنیادم دَ هغې تصوّر نهٔ شی کؤلے) نو دَ هغې نه پهٔ مَا شَآءَ رَبُّكَ سره تعبیر وشو۔
دویمه معنٰی دا ده چې مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ کنایه وګڼلی شی دَ معنې دَ دوام نه یا دَ آسمانونو اؤ زمکې نه دَ آخرت آسمانونه اؤ زمکه مراد وی دَ دنیا آسمان اؤ زمکه نهٔ وی دا خو به دَ دنیا سره ختم شی لکه چې فرمائیلی دی یَوْمَ تُبَدَّلُ الْاَرْضُ غَیْرَ الْاَرْضِ و السَّمٰوٰتِ (سورتِ ابراهیم، رکوع۷) (هغه ورځ چې بدله به شی دا زمکه پهٔ بله زمکه اؤ آسمانونه پهٔ نورو آسمانونو)
مطلب دا شو چې بدبخت به پهٔ دوزخ کښې اؤ نیکان به پهٔ جنت کښې تر هغه وخته وی تر څو چې دَ آخرت زمکه اؤ آسمانونه قائم وی۔ یعنی همېشه دپاره مګر کهٔ الله پاک وغواړی نو وخت به ورته کم کړی ځکه چې پهٔ جنت اؤ دوزخ کښې خلود هم دَ الله پهٔ رضا موقوف دے۔ خو دَ هغهٔ رضا هم دغه ده چې دَ مشرکانو عذاب اؤ دَ نیکانو جنّت به موقوف کوی نه ۔ دَ همېشه دپاره به وی۔ لکه چې فرمائیلی ېٔ دی وَمَا هُمْ بِخَارِجِیْنَ مِنَ النَّارِ (سورة البقره، رکوع ۲۰) (دا مشرکان هېڅ کله دَ اور نه وتونکی نهٔ دی) اؤ فرمائی: یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنَ لنَّارِ وَ مَا هُمْ بِخَارِجِیْنَ مِنْهَا (سورة مائده، رکوع۶) اؤ فرمائی: لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَ لَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ۔ (سوره البقره، رکوع ۱۹) (دوی به غواړی چې دَ اور نه ووځی خو وتې ترېنه نهٔ شی) اؤ بل ځائې فرمائی: اِنَّ اللہَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَ یَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ (سورة النسآء ، رکوع۱۸) (بېشکه الله پاک نهٔ معاف کوی دا چې څوک ورسره شریک کړې شی اؤ معاف کوی دَ دې نه کمه ګناه چا ته چې ېٔ خوښه وی) پهٔ دې باندې دَ ټولو مسلمانانو اتفاق دے اؤ دَ نن زمانې ځنی تش دَ نوم مفسرینو چې دَ دې خلاف څهٔ لیکلی دی هغه یا خو کمزوری اؤ جوړ کړی شوی (موضوع) روایتونه دی اؤ یا شاذ اؤ ناشنا (غیر مقبول اقوال) اؤ یا ېٔ ځنې داسې آیتونه اؤ حدیثونه پېش کړی دی چې دَ خپل کوږ عقل پهٔ بنا ېٔ ترېنه غلط مطلب اخستے دے۔ (مولانا عثمانی فرمائی) کهٔ الله پاک دَ مستقل تفسیر لیکلو توفیق راکړو (څنګه چې مې نیت دے) نو پهٔ هغې کښې به پهٔ دې خبرو پوره تفصیلی بحث وکړم ۔ دې مختصر تفسیر کښې دَ دې وږدو بحثونو ګنجائش نشته۔ باقی پاتې شوه دَ مسلمانانو ګنهګارو خبره نو دَ صحیح احادیثو نه دَ هغوی متعلق مونږ ته دَ الله تعالیٰ دَ رضا پته لګېدلے ده چې یوه ورځ به ضرور هغوی دَ دوزخ نه ووځی اؤ جنت ته به ځی اؤ جنتی به هېچرې دَ جنّت نه نهٔ وځی۔ شاید چې پهٔ دې وجه دَ جنّتیانو بیان کښې عَطَآءً غَیْرَ مَجْذُوْذٍ اؤ دَ بدبختو پهٔ بیان کښې اِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ وئیلی شوی دی۔ چې معلومه شی چې ځنی بدبخت به دَ دوزخ نه ویستے شی اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ کښې دې طرف ته اشاره وشوه چې دَ الله پاک پهٔ همېشه وسېدو اؤ دَ مخلوق پهٔ همېشه وسېدو کښې فرق دے ۔ دَ یو مخلوق همېشه وسېدل قطعی دَ الله پهٔ رضا موقوف دی کهٔ هغه کله وغواړی فنا کؤلے ېٔ شی۔ بل دا خبره څرګنده شی چې جزا اؤ سزا ورکؤل دَ الله دَ رضا اؤ اختیار تابع دی۔ الله تعالیٰ پهٔ دې مجبور نهٔ دے لکه څنګه چې آریه سماج وغېره وائی۔
فَلَا تَكُ فِیْ مِرْیَةٍ مِّمَّا یَعْبُدُ هٰۤؤُلَآءِ١ؕ مَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا كَمَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُهُمْ مِّنْ قَبْلُ١ؕ وَ اِنَّا لَمُوَفُّوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ غَیْرَ مَنْقُوْصٍ۠۝۱۰۹
نو تهٔ هېڅ شک مهٔ کوه دَ هغې څیزونو باره کښې چې عبادت ېٔ کوی دوی ، دوی نهٔ کوی عبادت مګر څنګه چې دَ دوی پلار نیکهٔ کؤلو دَ دې نه مخکښې۔ اؤ مونږ پوره پوره ورکونکی یو دوی ته خپله برخه دَ عذاب بې دَ څهٔ کمی نه۔ ف۱۴۹
ف۱۴۹: یعنی دا دومره مخلوق چې پهٔ شرک اؤ کفر کښې مبتلا دی دا څهٔ داسې خبره نهٔ ده چې څوک پهٔ شک کښې واچوی۔ دوی خو پهٔ پټو سترګو دَ پلار نیکهٔ پهٔ لار روان دی دغه باطل معبودان دَ هغو څهٔ پهٔ ښهٔ راغلهٔ چې دَ دوی به راشی۔ دوی ټولو ته به پهٔ آخرت کښې خپله برخه عذاب پوره پوره ورکؤلے شی۔ هېڅ کمې به پکښې نهٔ وی۔ ګویا لفظ دَ غَیْرَ مَنْقُوْصٍ دَ عَطَآءً غَیْرَ مَجْذُوْذٍ پهٔ مقابله کښې دے۔ ځنو مفسرینو دَ دې مطلب دا لیکلے دے چې دنیا کښې به ورته خپله برخه رزق پوره ورکړې شی بیا آخرت کښې به دَ شرک سزا ورکؤلے شی۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ١ؕ وَ لَوْ لَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ١ؕ وَ اِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ۝۱۱۰
اؤ بېشکه مونږ ورکړو موسٰیؑ ته کتاب بیا پکښې اختلاف وکړې شو۔ اؤ کهٔ نهٔ وې یو لفظ چې مخکښې فرمائیلے دے ستا رب ، نو فیصله به شوے وه دَ دوی ترمینځه اؤ دوی ته پهٔ دې کښې داسې شک دے چې پهٔ هېڅ ېٔ تسلّی نهٔ کیږی، ف۱۵۰
ف۱۵۰: موسٰی علیه السّلام توریٰت راؤړو نو پهٔ خلقو کښې اختلاف پرېوتو ځنو قبول کړو اؤ ځنو ترېنه انکار وکړو۔ لکه څنګه چې اوس ورکښې دَ قرآن پهٔ وجه اختلاف راغلو چې څوک ېٔ قبلوی اؤ څوک نه۔ بېشکه الله پاک پهٔ دې قادر وهٔ چې دا اختلاف ېٔ هډو پیدا کړے نهٔ وې۔ یا ېٔ دَ اختلاف نه پس ټول انکار کؤنکی یکدم تباه کړے وې اؤ پهٔ دنیا کښې ېٔ صرف منونکی پاتې وې نو ټولې جګړې به ختمې شوے وې۔ خو دَ الله تعالیٰ تکوینی مصلحتونو داسې نهٔ غوښتل۔ یوه خبره هغهٔ دَ مخکښې نه فیصله کړے ده چې بنیادم ته به تر یوهٔ حده اختیار اؤ آزادی دَ ازمېښت دپاره ورکوی چې دې پهٔ خپله خوښه پهٔ کومه لار روانیږی۔ آیا خپل خالق پېژنی اؤ دَ هغهٔ حق پوره پوره ادا کوی اؤ دَ الله دَ رحمت حقدار کیږی اؤ کهٔ پهٔ غلطه لار ځی اؤ دَ الله دَ قهر اؤ غضب حقدار کیږی۔ لِیَبْلُوَکُمْ اَیُّکُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا۔ پهٔ دې غرض ېٔ دَ بنیادم ساخت داسې جوړ کړو چې دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ اختیارؤلو کښې مجبور اؤ لاچار نهٔ دے۔ دَ دې لازمی نتیجه دا راوځی چې پهٔ دنیا کښې به خیر اؤ شر سره سره روان وی۔ وروستو به مرحوم اؤ مغضوب جدا کیږی اؤ دَ اِلَّا مَنْ رَّحِمَ رَبُّكَ سره سره به دَ لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْنَ قول هم پوره شی۔ غالبًا دا هغه کلمه ده کهٔ دا نهٔ وې وئیلے شوے نو دَ ټولو اختلافاتو خاتمه به شوے وه ۔ عام خلق پهٔ دې حکمتونو نهٔ پوهیږی نو پهٔ شک کښې پراتهٔ دی چې مخکښې به هم دا اختلافات چرته فیصله شی اؤ کهٔ نه۔
وَ اِنَّ كُلًّا لَّمَّا لَیُوَفِّیَنَّهُمْ رَبُّكَ اَعْمَالَهُمْ١ؕ اِنَّهٗ بِمَا یَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۝۱۱۱
اؤ څومره مخلوق چې دے چې وخت راشی نو پوره به ورکړی ورته ستا رب خپل عملونه ۔ بېشکه هغه دَ دوی پهٔ ټولو کارونو ښهٔ خبر دے۔ ف۱۵۱
ف۱۵۱: یعنی لا وخت نهٔ دے راغلے۔ کله چې هغه وخت راغلو نو دَ ذرّې ذرّې حساب به ورسره کیږی۔ دا خیال ېٔ مهٔ کویٔ چې زمونږ دَ کارونو نه څوک خبر نهٔ دی۔
فَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ وَ مَنْ تَابَ مَعَكَ وَ لَا تَطْغَوْا١ؕ اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۱۱۲
نو تهٔ پهٔ سمه لار روان وسه څنګه چې درته حکم شوے دے۔ اؤ چا چې توبه کړے تا سره ، اؤ دَ حد نه زیاتې مهٔ کویٔ بېشکه هغه ستاسو ټول کارونه وینی۔ ف۱۵۲
ف۱۵۲: یعنی تهٔ دَ مشرکانو دَ جګړو څهٔ خیال مهٔ ساته ۔ تهٔ اؤ چا چې دَ تا سره دَ شرک نه توبه کړے وی اؤ الله ته ېٔ رجوع کړے وی۔ دَ الله پهٔ احکامو ډېرې مضبوطیا اؤ استقلال سره عمل کویٔ۔ پهٔ عقائدو ، عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقو اؤ تبلیغ پهٔ سلسله کښې دَ افراط اؤ تفریط نه ځان وساتیٔ اؤ درمیانه روی اختیار کړیٔ۔ پهٔ هېڅ معامله کښې دَ مقرر حد نه زیاتې مهٔ کویٔ۔ اؤ یقین لریٔ چې الله پاک ستاسو ټول کارونه وینی۔
وَ لَا تَرْكَنُوْۤا اِلَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ١ۙ وَ مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ۝۱۱۳
اؤ مهٔ مائل کېږیٔ هغه چا طرف ته چې ظالمان دی ، ګنی اور به درباندې ولګی ، اؤ بیا هېڅوک نشته دَ الله نه سوا ستاسو مددګار۔ بیا به هېڅ چرته امداد نهٔ مومیٔ۔ ف۱۵۳
ف۱۵۳: اول ېٔ پهٔ لَا تَطْغَوْا کښې دَ حد نه زیاتی کؤلو نه منع کړل۔ اوس فرمائی کوم ظالمان چې دَ حد نه وځی تاسو دَ هغوی طرف ته مهٔ نژدے کېږیٔ۔ دَ هغوی دَ دوستیٔ ، محبت ، ملګرتیا ، یعنی دَ هغوی سره دَ هر قسم تعلق نه ځان ساتیٔ۔ هسې نه چې دَ اور لمبه ېٔ تاسو ته هم در ورسی۔ بیا به مو دَ الله نه سوا بل مددګار نهٔ وی اؤ الله به مو هم مدد نهٔ کوی (نو دغسې به پاتې شیٔ پهٔ اور کښې)۔
وَ اَقِمِ الصَّلٰوةَ طَرَفَیِ النَّهَارِ وَ زُلَفًا مِّنَ الَّیْلِ١ؕ اِنَّ الْحَسَنٰتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّاٰتِ١ؕ ذٰلِكَ ذِكْرٰی لِلذّٰكِرِیْنَۚ۝۱۱۴
اؤ قائم لریٔ نمونځ دَ ورځې پهٔ دواړو غاړو کښې اؤ دَ شپې پهٔ څهٔ برخو کښې۔ ف۱۵۴ بېشکه نیکیٔ لرې کوی بدیٔ دا یاد ګیرنه ده یاد لرونکیو ته۔ ف۱۵۵
ف۱۵۴: ظالمانو طرف ته مهٔ کږېږیٔ دَ خپل الله سره تعلق قائم کړیٔ۔ سحر ، ماښام اؤ دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې الله ته سوال زاری کویٔ دغه دَ الله دَ مدد حاصلؤلو ذریعه ده۔ دَ ورځې دَ دواړو طرف نه مراد دَ طلوع اؤ غروب نه مخکښې یعنی دَ سحر اؤ نمازدیګر نمونځونه دی یا دَ سحر اؤ دَ ماښام چې یو دَ ورځې شروع ده اؤ بله دَ شپې۔ اؤ ځنو مشرانو لیکلی دی چې دې کښې سحر ، نمازسپښین اؤ نمازدیګر درے واړه راغلل۔ ورځ ېٔ دوه حصې کړې وړومبیٔ حصه کښې دَ سحر نمونځ شو اؤ بله حصه چې دَ زوال نه شروع کیږی تر غروب پورې دَ دې پهٔ شروع کښې نمازپښین شو اؤ پهٔ آخر کښې نمازدیګر شو اؤ دَ زُلَفًا مِّنَ الَّیْلِ نه نمازخفوتن یا نماښام اؤ نماخفوتن دواړه مراد دی۔ ابن کثیرؒ لیکلی دی چې شاید دَ طَرَفَیِ النَّهَارِ نه سحر اؤ نمازدیګر اؤ زُلَفًا مِّنَ الَّیْلِ نه دَ تهجد نمونځ مراد وی ځکه چې دَ اسلام پهٔ اولو ورځو کښې دا درے نمونځونه فرض وو۔ بیا دَ تهجدو فرضیت منسوخ شو دَ هغې پهٔ ځائې دا نور درے نمونځونه زیات شو۔ والله اعلم۔
ف۱۵۵: یعنی پابندیٔ سره نمونځ کؤل دَ الله تعالیٰ یادګیرنه ده لکه څنګه چې بل ځائې وائی اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِکْرِیْ (زما یادؤلو دپاره نمونځ پابندیٔ سره کوه) یا دا مطلب دے چې دَ اِنَّ الْحَسَنَاتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّاٰتِ قاعدې یاد لرلو دپاره نمونځ دَ یاد لرلو شے دے چې هېچرې ېٔ هېرؤل نهٔ دی پکار ځکه چې دَ نمانځهٔ پهٔ برکت دَ مؤمن زړهٔ نیکیٔ طرف ته را اوړی۔
حضرت شاه صاحب لیکی چې دَ نیکو پهٔ ذریعه بدیٔ پهٔ درے طریقو لرې کیږی۔ (۱) نیکانو ته بدی معاف شی۔ (۲) څوک چې نیکی کوی دَ بدیٔ عادت ترېنه پاتې شی۔ (۳) اؤ پهٔ کوم ملک کښې چې دَ نیکیو رواج شی هلته بدی ختم شی لېکن درے واړه ځایه کښې دا ضروری ده چې نیکی دې پهٔ بدیٔ زیاته وی هله به بدی ورکوی۔ چې څومره خیرے وی هغه هومره صابون لګی۔
وَ اصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۱۵
اؤ صبر کوه البته الله نهٔ بربادوی اجر دَ نیکانو۔ ف۱۵۶
ف۱۵۶: پهٔ قرآن کریم کښې غور کؤلو سره معلومیږی چې دَ الله پاک امداد اؤ اعانت حاصلؤلو کښې دَ دوؤ کارونو خاص دخل دے۔ نمونځ اؤ صبر۔ وَاسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوةِ (بقره) دلته هم نمانځهٔ پسې سمدستی دَ صبر ذکر دے۔ مطلب دا چې مؤمن دَ الله پهٔ عبادت اؤ فرمانبرداریٔ کښې مضبوط وی اؤ دَ هېڅ تکلیف پرواه نهٔ ساتی نو الله پاک ورته فتح اؤ غلبه ورکوی۔ دَ هغهٔ سره دَ یو نیکی کؤنکی اجر بربادیږی نه بلکې دَ اندازې نه زیات اجر ورکؤلے شی۔
فَلَوْ لَا كَانَ مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ قَبْلِكُمْ اُولُوْا بَقِیَّةٍ یَّنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِی الْاَرْضِ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّنْ اَنْجَیْنَا مِنْهُمْ١ۚ وَ اتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَاۤ اُتْرِفُوْا فِیْهِ وَ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ۝۱۱۶
نو ولې پیدا نهٔ شو پهٔ هغه امتونو کښې چې ستاسو نه مخکښې وو داسې خلق چې دَ نیکیٔ اثر پکښې پاتې وې اؤ منع کؤل ېٔ خلق دَ فساد کؤلو نه پهٔ زمکه کښې مګر ډېر لږ کسان کوم چې مونږ بچ کړل دَ هغوی نه۔ اؤ روان شو کوم خلق چې ظالمان وو پهٔ هغه لاره پهٔ کومه چې عیش و عشرت وهٔ اؤ هغوی وو مجرمان۔ ف۱۵۷
ف۱۵۷: پهٔ دې آیت کښې دَ مخکښینیو قومونو حالت دې دپاره بیان شوے دے چې اُمّتِ محمّدیﷺ ترېنه عبرت واخلی۔ اؤ پهٔ دې اُمت کښې داسې ډېر خلق پیدا شی چې امر بالمعروف اؤ نهی عن المنکر کوی۔ تېر قومونه پهٔ دې تباه شو چې اکثر خلق دَ دنیا دَ عیش عشرت پهٔ نشه کښې مست وو ، جرمونه به ېٔ کؤل اؤ مشرانو اؤ با اثره خلقو به ورته منع نهٔ کؤله۔ دغه شان پهٔ خلقو کښې خراب عادتونه خورېدل اؤ دَ اصلاح کؤلو ېٔ څوک نهٔ وو۔ پهٔ شمار څو کسو دَ امر بالمعروف آواز پورته کړے وهٔ خو پهٔ ګڼه کښې دَ هغوی آواز چا اورېدو ، نتیجه ېٔ دا شوه چې منع کؤنکی دَ عذاب نه بچ شو اؤ نور قوم تباه شو ۔ شاه صاحب لیکلی دی کهٔ نیکان پکښې ډېر وې نو ټول قوم به نهٔ تباه کېدو۔ نیکان لږ وو نو خپله خو بچ شو خو قوم ېٔ بچ نهٔ کړې شو۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی کهٔ څوک دَ ظالم لاس نهٔ نیسی اؤ خلقو ته دَ نیکیٔ حکم اؤ دَ بدیٔ نه منع کؤل پرېږدی نو الله پاک به پرې داسې عذاب راولی چې هېڅوک به پاتی نهٔ شی۔
وَ مَا كَانَ رَبُّكَ لِیُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّ اَهْلُهَا مُصْلِحُوْنَ۝۱۱۷
اؤ ستا رب هرګز داسې نهٔ دے چې هلاک کړی یو کلے پهٔ زور زیاتی داسې حال کښې چې وسیدونکی ېٔ نیکان وی۔ ف۱۵۸
ف۱۵۸: یعنی دَ یو کلی خلق چې دَ خپل حالت اصلاح کوی دَ نیکیٔ رواج زیاتوی اؤ دَ بدیٔ نه خلق منع کوی نو دَ الله پاک شان دا نهٔ دے چې هېڅ بې هېڅه ېٔ هلاک کړی۔ عام عذاب هغه وخت راځی چې خلق پهٔ کفر اؤ ظلم زیاتی کښې دَ حد نه واؤړی۔
وَ لَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّ لَا یَزَالُوْنَ مُخْتَلِفِیْنَۙ۝۱۱۸
اؤ کهٔ ستا رب غوښتے نو ټول خلق به ېٔ روان کړی وو پهٔ یوه لاره ۔ اؤ دوی به همېشه پهٔ اختلاف کښې پراتهٔ وی۔
اِلَّا مَنْ رَّحِمَ رَبُّكَ١ؕ وَ لِذٰلِكَ خَلَقَهُمْ١ؕ وَ تَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْنَ۝۱۱۹
مګر پهٔ چا چې رحم کړے ستا رب ، ف۱۵۹ اؤ هم دې دپاره ېٔ دوی پیدا کړی۔ اؤ پوره شوه ستا دَ رب خبره چې زهٔ به ضرور ډکوم دوزخ دَ پېریانو اؤ بنیادمو نه پهٔ جمع۔ ف۱۶۰
ف۱۵۹: یعنی څنګه چې څو ځایه مخکښې بیان شوے دے دَ الله پاک تکوینی حکمت دا نهٔ غواړی چې ټول بنیادم پهٔ یوه لار روان شی۔ ځکه حق قبلؤلو اؤ نهٔ قبلؤلو کښې همېشه داسې اختلاف راځی اؤ دغه شان به راځی۔ خو پهٔ حقیقت کښې اختلاف پیدا کؤنکی هغه خلق دی څوک چې دَ صحیح فطرت خلاف دَ حق آواز ته دروغ وائی۔ کهٔ ټول پهٔ اصلی فطرت چلېدے نو اختلاف به نهٔ وهٔ۔ ځکه اِلَّا مَنْ رَّحِمَ رَبُّكَ سره خبر ورکړې شو چې چا باندې الله پاک دَ حق پرستیٔ پهٔ برکت رحم وکړی هغه دَ دې اختلاف کؤنکیو نه جدا دی۔
ف۱۶۰: وَ لِذٰلِكَ خَلَقَهُمْ ۔ یعنی دَ دنیا دَ پیدا کؤلو نه غرض هم دا دے چې دَ الله پاک هر قسم صفات جمالیه اؤ قهریه ظاهر شی۔ ځکه پهٔ خلقو کښې اختلاف پیدا کېدل ضروری وو ۔ چې یوه ډله دَ حقیقی مالک وفاداری وکړی اؤ دَ رحم و کرم ، رضوان ، غفران مظهر شی کوم چې دَ اِلَّا مَنْ رَّحِمَ رَبُّكَ مصداق ده اؤ بله ډله دَ بغاوت اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه دَ عدل اؤ انتقام اؤ قهر و غضب دَ صفاتو مظهر شی اؤ دَ دائمی عذاب سزا وخوری اؤ دَ الله تعالیٰ دا قول پوره شی ”لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْنَ۝“ بهرحال دَ دنیا دَ پیدائش تشریعی غرض دَ الله پاک عبادت دے۔ ”وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنَ۝“ (سوره الذّاریات ، رکوع ۳) اؤ تکوینی غرض ېٔ دا دے چې دا تشریعی مقصد پهٔ خپل اختیار پوره کؤلو کښې دَ مخلوق دوه ډلې وی۔ پوره کؤنکی اؤ نهٔ پوره کؤنکی چې دَ الله تعالیٰ دَ صفاتِ جمالیه اؤ جلالیه یا پهٔ نورو الفاظو دَ الله پاک دَ رحم اؤ قهر مظهر شی۔ بیا دَ لطف اؤ رحم مظاهر به دَ عمل اؤ استعداد پهٔ لحاظ سره مخلتف وی۔
گلہاۓ رنگ رنگ سے ہے زینت چمن
اے ذوق اس جہاں کو ہے زیب اختلاف سے
(باغ پهٔ رنګا رنګ ګلونو ښهٔ ښکاری،
اے ذوقه دا دنیا پهٔ اختلاف سره ښائسته ده)
(دَ نیکانو قدر دَ بدانو پهٔ وجه ښکاره کیږی)۔
وَ كُلًّا نَّقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهٖ فُؤَادَكَ١ۚ وَ جَآءَكَ فِیْ هٰذِهِ الْحَقُّ وَ مَوْعِظَةٌ وَّ ذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۲۰
اؤ دا ټول دَ رسولانو حالات مونږ تا ته بیانوؤ دې دپاره چې مضبوط کړو ورباندې ستا زړهٔ۔ اؤ راغله تا ته پهٔ دې شان حق خبره اؤ نصیحت اؤ یادګیرنه دَ مؤمنانو دپاره۔ ف۱۶۱
ف۱۶۱: پهٔ دې سورت کښې دَ ډېرو نبیانو حالات ذکر شوی دی اوس پهٔ آخر کښې دَ دې حکمتونو ته اشاره ده چې دَ زړو قومونو اؤ رسولانو حالات واؤری نو دَ نبی کریمﷺ زړهٔ به مضبوط شی اؤ تسلّی به ېٔ وشی۔ (چې یواځې زما قوم نافرمانه نهٔ دے پهٔ ټولو رسولانو دغه حالت تېر شوے دے) اؤ مؤمنانو ته به اصلی واقعات معلوم شی چې پهٔ دې کښې دَ نصیحت قبلؤلو اؤ عبرت اخستو ډېر سامان دے۔ بنده چې خبر شی چې پهٔ دې دې جرمونو نور خلق تباه شوی دی نو خامخا دَ هغې نه دَ ځان بچ کؤلو کوشش کوی اؤ چې خبر شی چې پهٔ دې طریقه نور خلق کامیاب شوی دی نو پهٔ هغې طریقې باندې دَ عمل کؤلو کوشش کوی۔
پهٔ حقیقت کښې دَ قرآن کریم قصې داسې مؤثر انداز کښې بیان شوی دی چې کهٔ پهٔ چا کښې لږ غوندې هم عقل وی اؤ دَ الله دَ خوف لږ غوندې اثر ېٔ هم پهٔ زړهٔ کښې وی نو ضرور دَ دې واقعاتو نه اثر اخلی ۔ باقی دَ قرآن کریم پهٔ قصو کښې یا ځنو مضامینو کښې چې تکرار ښکاری (بیا بیا یوه خبره بیان شوے ده) (علامه عثمانی فرمائی) دَ دې متعلق ما دَ القاسم رسالې پهٔ ابتدائی دور کښې یو مستقل مضمون لیکلے دے ۔ هغه وګوریٔ۔
وَ قُلْ لِّلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ١ؕ اِنَّا عٰمِلُوْنَۙ۝۱۲۱
اؤ ووایه هغه کسانو ته چې ایمان نه راؤړی۔ کارونه کویٔ تاسو پهٔ خپل ځائې مونږ هم خپل کار کوؤ۔
وَ انْتَظِرُوْا١ۚ اِنَّا مُنْتَظِرُوْنَ۝۱۲۲
اؤ انتظار کویٔ ، مونږ هم انتظار کوؤ ف۱۶۲
ف۱۶۲: دَ دې مضمون یو آیت مخکښې هم پهٔ دې سورت کښې تېر شوے دے۔ مطلب ېٔ دا دے چې تاسو نهٔ منیٔ اؤ پهٔ خپل ضد ولاړ ییٔ نو ښهٔ ده ولاړ وسیٔ۔ زهٔ به خپل کار (تبلیغ) کؤم اؤ تاسو خپل کار (انکار اؤ کفر) کویٔ۔ تاسو زما دپاره دَ زمانې دَ سختو انتظار کویٔ اؤ زهٔ به دَ ستاسو دَ ناکاره انجام اؤ تباهیٔ انتظار کؤم۔ ژر به درته پته ولګی چې څوک کامیابیږی اؤ پهٔ چا بده ورځ راځی۔ یَتَرَبَّصُوْنَ بِکُمُ الدَّوَآئِرَ عَلَیْهِمْ دَآئِرَةُ السَّوْءِ۔
(دا کفار پهٔ تاسو دَ زمانې دَ انقلاب انتظار کوی۔ ناکاره انقلاب هم پهٔ دوی راتلونکے دے)
وَ لِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ اِلَیْهِ یُرْجَعُ الْاَمْرُ كُلُّهٗ فَاعْبُدْهُ وَ تَوَكَّلْ عَلَیْهِ١ؕ وَ مَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۠۝۱۲۳
اؤ الله سره دی ټولې پټې خبرې دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې اؤ هم هغهٔ ته به رجوع کیږی ټولې معاملې ، نو تهٔ یواځې دَ هغهٔ عبادت کوه اؤ هم پهٔ هغهٔ باور ساته۔ اؤ ستا رب بې خبره نهٔ دے ستاسو دَ کارونو نه۔ ف۱۶۳
ف۱۶۳: یعنی تهٔ دَ دوی پهٔ کفر اؤ شرارت خفه کېږه مه ۔ تهٔ خپل کار (تبلیغ) کوه۔ اؤ فیصله ېٔ الله ته حواله کړه۔ دَ هغهٔ نه دَ زمکې اؤ آسمانونو هېڅ خبره پټه نهٔ ده ټولې معاملې به دَ هغهٔ مخکښې پېش کیږی نو هغه وخت به دوی ته پته ولګی چې څهٔ پهٔ ګډو وډو سر وو۔ ته دَ خپل پروردګار پهٔ عبادت اؤ فرمانبرداریٔ کښې پوره پوره کوشش کوه اؤ یواځې پهٔ هغهٔ باور لره هغه ستا دَ اخلاص اؤ دَ نیکیو نه بې خبره نهٔ دے۔ یو حدیث شریف دے اصحابوؓ دَ نبی کریمﷺ نه تپوس وکړو پهٔ تا کښې ډېر ژر دَ بوډاتوب نخښې څرګندې شوې نو حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل: شَیَّبَتْنِیْ هُوْدٌ وَ اَخَوَاتُهَا (زهٔ دَ هودؑ سورت اؤ دَ هغې ملګریو نورو سورتونو بوډا کړم ۔ ځنو عالمانو لیکلی دی چې دَ نبی کریمﷺ اشاره سورتِ هود دې آیت ته ده۔ فَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ وَ مَنْ تَابَ مَعَكَ وَ لَا تَطْغَوْا١ؕ اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۱۱۲ الله پاک دې مونږ ټولو ته پهٔ قرآن اؤ سنّت دَ استقامت توفیق راکړی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَۃُ یُوْسَفْ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ مَائَۃٌ وَّ اِحْدٰے عَشَرَۃَ اٰیَۃً وَّ اَثْنَا عَشَرَ رُکُوْعًا
سورتِ یوسف مکه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې یو سل اؤ یوولس(۱۱۱) آیتونه اؤ دولس (۱۲) رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نوم چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
الٓرٰ١۫ تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ۫۝۱
الف لام ، راء۔ دا آیتونه دی دَ واضح کتاب ف۱
ف۱: یعنی دا څرګنده ده چې قرآن دَ الله دَ طرف نه راغلے دے اؤ پهٔ دې کښې احکام اؤ وعظ نصیحت هم واضح اؤ صفا صفا بیان شوی دی۔
اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ۝۲
مونږ راستؤلے دا قرآن پهٔ عربۍ ژبه کښې چې تاسو پرې پوهه شیٔ۔ ف۲
ف۲: یعنی عربی ژبه چې پهٔ ټولو ژبو کښې فصیحه اؤ فراخه اؤ پهٔ قاعدو روانه ده۔ دَ قرآن دپاره داسې کامله ژبه غوره شوه ۔ هرکله چې پېغمبرﷺ خپله عرب وهٔ۔ نو ظاهره ده چې دَ هغهٔ اول خطاب عربو ته وهٔ۔ بیا دَ عربو پهٔ ذریعه دا رڼا ټوله دنیا کښې خوره شوه۔ پهٔ لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُوْنَ کښې دې خبرې ته اشاره ده چې تاسو دَ پېغمبر قوم ییٔ نو اول پهٔ قرآن تاسو ځان پوهه کړیٔ بیا ېٔ نورو خلقو ته ورسویٔ اؤ هم دغسې وشوه۔ ابنِ کثیرؒ لیکلی دی ” اُنْزِلَ اَشْرَفُ الْکُتُبِ بِاَشْرَفِ اللُّغَاتِ عَلٰی اَشْرَفِ الرُّسُلِ بِسَفَارَۃِ اَشْرَفِ الْمَلٰئِکَۃِ وَکَانَ ذٰلِکَ فِیْ اَشْرَفِ الْبِقَاعِ الاَرْضِ وَ اِبْتِدَاءُ اِنْزَلِہٖ فِیْ اَشْرَفِ شُہُوْرِ السَّنَۃِ وَ ہُوَ رَمَضَانُ فَکَمُلَ مِنْ کُلِّ الْوُجُوْہِ “(دَ ټولو کتابونو نه زیات مبارک کتاب پهٔ مبارکه ژبه دَ ټولو نه زیات مبارک رسول باندې دَ زیاتے مبارکے فرښتې پهٔ ذریعه پهٔ زیاته مبارکه زمکه (یعنی مکّه معظّمه) پهٔ زیاته مبارکه میاشت یعنی رمضان کښې نازل شو نو دَ هر حیثیت نه اشرف اؤ مکمّل دے)
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ اَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ هٰذَا الْقُرْاٰنَ١ۖۗ وَ اِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهٖ لَمِنَ الْغٰفِلِیْنَ۝۳
مونږ بیانوؤ تا ته ډېر ښهٔ بیان ، ځکه چې مونږ راستؤلے تا ته دا قرآن۔ اؤ تهٔ وې دَ دې نه مخکښې پهٔ ناخبرو کښې۔ ف۳
ف۳: یعنی دَ وحی پهٔ ذریعه چې کوم قرآن پهٔ تا نازلیږی پهٔ هغې کښې مونږ تا ته یو ډېر ښهٔ بیان پهٔ ډېره ښهٔ طریقه بیانوو۔ چې تهٔ هم دَ خپل قوم پهٔ شان دَ دې واقعې دَ حقیقت نه بې خبره وې ۔ دا واقعه اګرچې پهٔ مخکښینیو کتابونو بائبل اؤ نورو تاریخی کتابونو کښې بیان شوے وه خو هسې دَ یوې قصې پهٔ شان پهٔ قرآن کریم کښې دَ هغې اصلی حقیقت اؤ ضروری خبرې داسې عجیبه ترتیب اؤ مؤثر انداز سره بیان شوی دی چې پهٔ هغې یواځې دا نه چې دَ تاریخی کتابونو غلطیٔ صفا شوې بلکې ډېرې بهترې نتیجې ترېنه څرګندې شوې۔ اؤ دَ قصې پهٔ ضمن کښې ډېر دَ هدایت اؤ دَ عبرت خبرې بیان شوې۔ (۱) دا خبره چې دَ الله پاک مقرر کړے تقدیر هېڅ څیز نهٔ شی بدلؤلے اؤ (۲) کله چې الله پاک پهٔ یو بنده فضل کوی نو کهٔ ټوله دنیا دَ هغې خلاف جمع شی هېڅ نقصان نهٔ شی ور رسؤلے۔ (۳) صبر اؤ استقلال دَ دنیا اؤ آخرت دَ کامیابیو کنجی ده۔ (۴) دَ حسد اؤ دښمنیٔ انجام ذلیل کېدل اؤ رسوائی ده۔ (۵) دَ بنیادم عقل یو داسې قابلِ قدر جوهر دے چې دَ دې پهٔ برکت بنده پهٔ ډېرو سختو قابو موندے شی اؤ خپل ژوند کامیابؤلے شی۔ (۶) پاکیزه اخلاق، شرافت اؤ پاکدامنی دَ دښمنانو پهٔ نظر کښې هم دَ بنیادم عزّت زیاتوی۔ دا اؤ دَ دې قسمه نور بې شماره بنیادی حقیقتونه دی چې دَ دې احسن القصص پهٔ ضمن کښې بیان شوی دی۔
مفسرینو دَ دې سورت پهٔ شانِ نزول کښې ډېر روایتونه نقل کړی دی۔ دَ ټولو دَ رایو ځائې کؤلو نه دا معلومیږی چې یهودیانو دَ مکّې معظّمې دَ مشرکانو پهٔ خلهٔ دَ نبی کریمﷺ نه دَ امتحان دپاره دا تپوس کړے وهٔ چې ابراهیمؑ خو پهٔ شام کښې وسېدو بیا بنی اسرائیل مصر ته څنګه ورسېدل چې دَ موسٰیؑ دَ فرعون سره مقابله راغله۔ شاید چې دَ مسلمانانو هم دَ دې تاریخی واقعې اورېدو ته شوق پیدا شوے وی ۔ بل دا چې دَ دې قصې پهٔ ضمن کښې داسې حالات بیانېدل چې هغه پهٔ ډېرو خبرو کښې نبی کریمﷺ اؤ دَ هغهٔ دَ قوم دَ حالاتو پهٔ شان وو اؤ دَ هغې بیان دَ نبی کریمﷺ دپاره دَ اطمینان اؤ تسلیٔ سبب اؤ دَ هغهٔ دَ قوم دپاره دَ عبرت موجب وهٔ۔ پهٔ دې وجه دا پوره واقعه قرآن کریم کښې دومره پهٔ تفصیل سره بیان شوه چې خلقو ته معلومه شی چې بنی اسرائیل مصر ته دَ یوسفؑ پهٔ ذریعه ورسېدل اؤ هلته ېٔ نسل خور شو، تر دې چې موسٰیؑ راغلو اؤ بنی اسرائیل ېٔ دَ فرعون اؤ قبطیانو دَ غلامیٔ نه ازاد کړل۔
اِذْ قَالَ یُوْسُفُ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ رَاَیْتُ اَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَّ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ رَاَیْتُهُمْ لِیْ سٰجِدِیْنَ۝۴
کله چې ووې یوسفؑ خپل پلار ته ، اے پلاره ما پهٔ خوب کښې ولیدل یوولس(۱۱) ستوری اؤ یو نمر اؤ سپوږمۍ ، ما ولیدل چې دا ټول ما ته سجده کوی۔ ف۴
ف۴: یعنی ما خوب کښې ولیدل چې یوولس (۱۱) ستوری اؤ نمر سپوږمیٔ زما مخکښې راټیټ شول۔ (لکه چې پهٔ ښپو مې پرېوځی) دا خوب ېٔ پهٔ وړوکوالی کښې لیدلے وهٔ۔ رښتیا ده ( دَ بهادر وړوکی ژړا پهٔ ځانګو کښې معلومیږی)
قَالَ یٰبُنَیَّ لَا تَقْصُصْ رُءْیَاكَ عَلٰۤی اِخْوَتِكَ فَیَكِیْدُوْا لَكَ كَیْدًا١ؕ اِنَّ الشَّیْطٰنَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ۝۵
پلار ورته ووېٔ اے ځویه۔ مهٔ بیانوه دا خوب خپلو وروڼو ته۔ ګنی جوړ به کړی درته څهٔ چل، بېشکه شیطان دَ بنیادم ښکاره دښمن دے۔ ف۵
ف۵: یعنی شیطان هر وخت بنیادم ته پهٔ څؤ کښې ناست وی هغه به ستا وروڼو ته پهٔ زړهٔ کښې وسوسې واچوی اؤ ستا خلاف به ېٔ راپورته کړی ځکه چې دَ دې خوب تعبیر ډېر څرګند وهٔ۔ یوولس(۱۱) ستوری ېٔ وروڼه وو اؤ نمر سپوږمۍ ېٔ پلار اؤ مور ۔ دَ یوسفؑ وروڼه هم دَ پېغمبر ځامن وو۔ دَ داسې خوب تعبیر باندې پوهېدل ورته څهٔ ګران وو ۔ مطلب ېٔ څرګند وهٔ چې ټول وروڼه اؤ مور پلار به دَ یوسفؑ وچته مرتبه ومنی اؤ دَ هغهٔ قدر عزت ته به سرونه ټیټ کړی۔ یٰا اَبَتِ هٰذَا تَاْوِیْلُ رُؤْیَایَ مِنْ قَبْلُ پهٔ جَعَلَهَا رَبِّیْ حَقًّا کښې دې خوب ته اشاره ده۔ (چې دا دے زما هغه خوب چې پهٔ وړوکوالی کښې مې لیدلے وهٔ نن الله پاک رښتیا کړو) تعبیر ېٔ نن څرګند شو۔
دَ یعقوبؑ دَ خبرې نه داسې معلومیږی چې هغهٔ ته دَ وخته دا پته لګېدلے وه چې دَ یوسفؑ زما دَ ډېرې مینې پهٔ وجه مېرنی وروڼه ورسره کینه اؤ بغض لری۔ نو دا خیال ېٔ وکړو چې هغوی خو هسې هم ډک پک دی کهٔ دا خوب ېٔ واورېدو نو شیطان به ورباندې دَ کینې اور نور هم بل کړی اؤ کېدے شی چې یوسفؑ ته څهٔ نقصان ورسوی۔ ځکه ېٔ یوسفؑ منع کړو چې دَ وروڼو مخکښې دَ دې خوب حال مهٔ وایه دَ یوسفؑ یو خپل څکه ورور بنؔ یامین وهٔ دَ هغهٔ مخکښې ېٔ هم دَ بیانؤلو اجازت ورنهٔ کړو ځکه چې ممکنه ده هغه احتیاط ونهٔ کړې شی اؤ دَ بل چا مخکښې حال ووائی اؤ دغه شان ېٔ پرې میرنی وروڼه خبر شی۔ حافظ ابن تیمیه یو مستقل کتاب پهٔ دې مضمون لیکلے دے چې دَ (۱) قرآن کریم ، (۲) لغت ، (۳) عقلی دلائلو اؤ یو څیز نه هم دَ دې خیال څهٔ تائید نهٔ شی کېدے چې ګنی دَ یوسفؑ وروڼه هم پېغمبران وو ، نهٔ نبی کریمﷺ دَ دې خبر ورکړے دے، نهٔ پهٔ صحابو کراموؓ کښې څوک دَ دې قائل دی۔ آخر دَ پلار نافرمانی ، قطع رحم (دَ خپلویٔ خیال نهٔ ساتل) ، دَ مسلمان ورور قتل کؤل ، غلام ترې جوړؤل اؤ پهٔ خرڅون ېٔ دَ کافرو ملک ته استؤل۔ بیا پلار ته صفا دروغ وئیل اؤ بهانې جوړؤل داسې څرګند ناکاره کارونه دی چې یو نبی ېٔ دَ (مبعوث کېدو) دَ نبوت ورکړې کېدو نه مخکښې هم هېچرې نهٔ شی کؤلے۔ دَ نبی ټول ژوند ډېر پاک وی اؤ دَ ډېرو وچتو اخلاقو مالک وی۔ کوم خلق چې دَ یوسفؑ دَ وروڼو دَ نبوّت دعویٰ کوی دَ هغوی سره بل دلیل هېڅ نشته یو دَ اسباط ټکے دے۔ اؤ اسباط یواځې خپل پشتینی اولاد ته نهٔ شی وئیلے، قوم اؤ امت ته هم وئیلی شی اؤ دَ بنی اسرائیلو تقسیم پهٔ اسباطو کښې دَ موسٰیؑ پهٔ زمانه کښې ډېر وروستو شوے دے۔
وَ كَذٰلِكَ یَجْتَبِیْكَ رَبُّكَ وَ یُعَلِّمُكَ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ وَ یُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَ عَلٰۤی اٰلِ یَعْقُوْبَ كَمَاۤ اَتَمَّهَا عَلٰۤی اَبَوَیْكَ مِنْ قَبْلُ اِبْرٰهِیْمَ وَ اِسْحٰقَ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۠۝۶
اؤ هم دغه شان به ستا رب تا غوریز کړی ف۶ اؤ تا ته به وښیٔ خبره پهٔ ځائې لګؤل۔ ف۷ اؤ پوره به کړی خپل انعام پهٔ تا باندې اؤ دَ یعقوبؑ پهٔ کورنۍ باندې ف۸ څنګه چې ېٔ پوره کړی ستا پهٔ دوؤ نیکونو دَ دې نه مخکښې پهٔ ابراهیمؑ اؤ پهٔ اسحاقؑ، ف۹ بېشکه ستا رب پهٔ هر څهٔ پوهه دَ حکمت خاوند دے، ف۱۰
ف۶: یعنی څنګه چې ېٔ درته دا ښهٔ خوب وښیٔلو دغه شان به پهٔ خپل فضل وچت مقام هم درکړی۔ چنانچې نبوت ورکړې شو اؤ قسم قسم ظاهری اؤ باطنی مهربانیٔ پرې وشوې۔
ف۷: خبره ځائې ته رسؤل۔ لکه دَ خوب پهٔ تعبیر پوهېدل۔ دَ خوب پهٔ اورېدو دَ هغې مختلف اجزاء خپل ځائې ته رسؤل اؤ صحیح مطلب ترېنه اخستل۔ یا پهٔ هره خبره پهٔ خپله موقع مناسب پوهېدل اؤ دَ هرې معاملې انجام اؤ نتیجه ژر معلومؤل یا دَ الله پاک اؤ دَ پېغمبرانو دَ ارشادونو اؤ دَ اقوامو دَ تاریخی حالاتو اؤ دَ زړو کتابونو نه صحیح مطلب اخستل۔ دا ټولې خبرې ”تأویل الاحادیث“ کښې راځی۔
ف۸: یعنی دَ آخرت دَ نعمتونو سره به دَ دنیا نعمتونه هم درکړی (دَ نبوت سره به پهٔ بادشاهیٔ کښې هم برخه درکړی) اؤ دَ سختو نه پس به دَ راحتې ژوند درکړی اؤ ستا پهٔ ذریعه به دَ یعقوبؑ کورنۍ دَ دنیا دَ تکلیفونو نه خلاصه شی اؤ پهٔ راتلونکی نسل کښې به ېٔ لوئی لوئی پېغمبران اؤ لوئی لوئی بادشاهان پیدا شی۔
ف۹: یعقوبؑ دَ کسر نفسیٔ دپاره نوم وانهٔ خستو۔ دَ نیکونو اسحاقؑ اؤ ابراهیمؑ نومونه ېٔ واخستل۔ ابراهیمؑ ته الله پاک دَ خلیل خطاب ورکړو اؤ دَ نمرود غوندې دښمن دَ ظلم نه ېٔ بچ کړو۔ نمرود هلاک شو اؤ پهٔ ابراهیمؑ باندې اور ګلزار شو۔ حضرت اسحاقؑ ته الله پاک نبوّت ورکړو اؤ بیا ېٔ دَ یعقوبؑ غوندې ځوئے ورکړو چې دَ هغهٔ پهٔ اولاد کښې بنی اسرائیلو کښې بې شماره پېغمبران پیدا شو۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی۔
الکریم بن الکریم بن الکریم بن الکریم یوسفؑ بن یعقوبؑ بن اسحاقؑ بن ابراهیمؑ ۔ حضرت یعقوبؑ چې کومه پیشن ګوئی کړے وه دا به ېٔ څهٔ خو دَ یوسفؑ دَ خوب اؤ دَ هغهٔ دَ ښو اخلاقو اؤ ښو خویونو نه معلومه کړی وی اؤ څهٔ به ورته دَ وحی پهٔ ذریعه ښیٔلی شوی وی۔
ف۱۰: یعنی هغه دَ هر یو دَ استعداد نه خبر دے اؤ دَ خپل حکمت مطابق دَ هغې مناسب فیض ور رسوی۔
لَقَدْ كَانَ فِیْ یُوْسُفَ وَ اِخْوَتِهٖۤ اٰیٰتٌ لِّلسَّآىِٕلِیْنَ۝۷
بېشکه دَ یوسفؑ اؤ دَ هغهٔ دَ وروڼو پهٔ قصه کښې نښانې دی دَ تپوس کؤنکیو دپاره۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی څوک چې دَ داسې واقعاتو تپوسونه کوی هغوی ته دَ یوسفؑ اؤ دَ هغهٔ دَ وروڼو پهٔ قصه کښې دَ هدایت اؤ عبرت اخستو ډېرې خبرې دی۔ دَ دې قصې پهٔ اورېدو پهٔ زړهٔ دَ الله پاک دَ لوئی طاقت اؤ حکمت اثر وشی۔ دَ نبی کریمﷺ دَ صداقت څرګند ثبوت ووینی چې سره دَ دې چې دَ چا نه ېٔ سبق نهٔ دے وئیلے اؤ نهٔ ېٔ تاریخی کتابونه کتلی دی ، تاریخی واقعات داسې صحیح اؤ صفا صفا بیانوی نو دا خبرې بې دَ دې نه چې الله پاک ورته ښیٔلی دی بل څهٔ ذریعه نشته۔ اؤ خاص دَ مکّې معظّمې مشرکانو ته خو (چې دَ یهودو پهٔ وینا ېٔ داسې تپوسونه کؤل) پهٔ دې واقعه کښې دَ عبرت اخستو غټه موقع ده ۔ څنګه چې یوسفؑ وروڼو دَ کوره ویستې وهٔ اؤ دَ قتل نیت ېٔ ورته کړے وهٔ اؤ دَ وطن نه ېٔ دَ ورکؤلو صلاګانې کړے وې۔ آخر یو ورځ داسې راغله چې دَ هغهٔ پهٔ مخکښې پښېمانه اؤ شرمیدلی ولاړ وو ۔ هغوی ذلیل شو اؤ یوسفؑ ته الله پاک دین اؤ دنیا دواړو کښې عزت اؤ برے ورکړو خو هغهٔ دَ خپل طاقت پهٔ وخت کښې دَ وروڼو دَ زور ظلم نه سترګې پټې کړې اؤ دَ هغوی غلطیٔ ېٔ معاف کړې دغه شان محمّدﷺ ته هم خپل قوم نیت بد کړو۔ ډېر تکلیفونه ېٔ ورکړل۔ دَ قتل نیت ېٔ ورته وکړو اؤ بیا ېٔ دَ کلی نه پهٔ وتو مجبور کړو، لېکن ډېر ژر هغه ورځ راتلونکے وه چې دَ هجرت نه پس مسلمانانو ته الله پاک طاقت ورکړو اؤ لږه موده پس نبی کریمﷺ بیا خپل کلی ته پهٔ فاتح شان راننوتو اؤ هغه تاریخی ورځ راغله چې دَ خپل قوم اؤ وطنی وروڼو هغه زور ظلم زیاتے ېٔ معاف کړو اؤ هم هغه تاریخی الفاظ ېٔ دَ خلې نه ووتل۔ لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْکُمُ الْیَوْمَ (ځیٔ ما معاف کړیٔ اوس آزاد یئ)۔
اِذْ قَالُوْا لَیُوْسُفُ وَ اَخُوْهُ اَحَبُّ اِلٰۤی اَبِیْنَا مِنَّا وَ نَحْنُ عُصْبَةٌ١ؕ اِنَّ اَبَانَا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنِۚۖ۝۸
کله چې هغوی ووې البته یوسف اؤ دَ هغهٔ ورور زیات خواږهٔ دی زمونږ پلار ته زمونږ نه اؤ حال دا چې مونږ زیات طاقتور یو ، بېشکه زمونږ پلار څرګند پهٔ خطا دے۔ ف۱۲
ف۱۲: یعقوبؑ دَ یوسفؑ اؤ دَ هغهٔ دَ سکه ورور بنیامین سره ډېره مینه کؤله۔ ځکه چې دا دواړه واړهٔ وو اؤ مور ېٔ مړه وه اؤ پهٔ خپل پېغمرانه فراست یا دَ وحې پهٔ ذریعه ورته دَ یوسفؑ شاندار مستقبل معلوم شوے وهٔ چې دَ نبوّت خاندانی سلسله به دَ دهٔ نه روانیږی۔ دَ دې نه علاوه دَ یوسفؑ خپل ظاهری ښائست اؤ پاکیزه اخلاق هم دَ پلار محبّت ځان ته راښکلو دپاره څهٔ کم نهٔ وهٔ۔ خو دَ میرنو وروڼو پهٔ زړهٔ ېٔ دا خبره ښهٔ نهٔ لګېده اؤ دا به ېٔ وې چې ټول کارونه خو ورته مونږ کوؤ (ځکه چې هغوی لوئی وو) مونږ مضبوط ځوانان یو ، پلار مو بوډا دے۔ دا ماشومان به دهٔ ته څهٔ خیر ورسوی (بویه چې دوی لوئیږی) پهٔ دې وجه ېٔ دا خیال کؤلو چې زمونږ پلار سخته غلطی کوی خپل نفع نقصان نهٔ پېژنی۔
اِ۟قْتُلُوْا یُوْسُفَ اَوِ اطْرَحُوْهُ اَرْضًا یَّخْلُ لَكُمْ وَجْهُ اَبِیْكُمْ وَ تَكُوْنُوْا مِنْۢ بَعْدِهٖ قَوْمًا صٰلِحِیْنَ۝۹
قتل کړیٔ یوسفؑ یا ېٔ لرې کړیٔ بل ملک ته ۔ چې یواځې شی تاسو ته دَ خپل پلار توجه ف۱۳ اؤ شیٔ بیا دَ دې نه پس نیک خلق ف۱۴
ف۱۳: دَ کینې نه خو ېٔ زړونه دَ وخته ډک وو اؤ همېشه به ورته نینه نینه کېدل۔ آخر ېٔ یوه ورځ صلاح وکړه چې تر څو یوسفؑ موجود وی دَ پلار مینه مونږ ځان ته راړؤلے نهٔ شو خو ښهٔ دا ده چې دَ مخې نه ېٔ لرې کړو۔ نو مونږ ته به مخه آزاده شی۔ شاید چې بنیامین ډېر وړوکے وهٔ هغهٔ له ېٔ دومره اهمیت نهٔ ورکؤلو۔
ف۱۴: یعنی یو ځل به دا دَ قتل ګناه وکړو، بیا به توبه وباسو اؤ نور عمر به نیک کارونه کوؤ۔ دا ګناه به راته معاف شی۔ ځنو مفسرینو دَ دې آیت مطلب دا لیکلے دے چې دَ مخې نه لرې شی نو بیا به مونږ پلار ته ښهٔ شو اؤ ټول کارونه به مو سم سم شی۔ چې یوسفؑ نهٔ وی نو دَ پلار مینه به مونږ ته راواؤړی۔
قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوْا یُوْسُفَ وَ اَلْقُوْهُ فِیْ غَیٰبَتِ الْجُبِّ یَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّیَّارَةِ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ۝۱۰
ووې پهٔ دوی کښې یو ویونکی مهٔ وژنیٔ یوسفؑ خو وېٔ غورزویٔ یو شاړ کوهی ته وبه ېٔ باسی څوک مسافر کهٔ تاسو څهٔ کویٔ۔ ف۱۵
ف۱۵: دا خبره یهوؔدا کړے وه چې ورور وژل خو ډېر ناکاره کار دے دَ ستاسو کار خو مخه آزادؤل دی نو چرته لرې یو شاړ کوهی ته ېٔ وغورزویٔ۔ کېدے شی چې چرته څوک مسافر پهٔ لار ځی دَ کوهی نه ېٔ راوباسی نو زمونږ کار به هم وشی اؤ دَ مرګ دَ ګناه نه به هم خلاص شو۔ ابو حیان لیکلی دی : ”غَیَابَتِ الْجُبِّ“ هغې تاخ غوندې ته وئیلی شی چې پهٔ کوهی کښې دَ اوبو نه لږ وچت جوړ شوے وی (نو دَ اوبو نه به بچ پکښې کښینی۔ اؤ چې څوک بوقه راښکته کړی نو ورپورې به ونښلی)۔
قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مَا لَكَ لَا تَاْمَنَّا عَلٰی یُوْسُفَ وَ اِنَّا لَهٗ لَنٰصِحُوْنَ۝۱۱
هغوی ووې اے پلاره څهٔ چل دے چې تهٔ دَ یوسفؑ پهٔ حق کښې پهٔ مونږ باور نهٔ کوے، اؤ مونږ خو دَ دهٔ خیرخواه یو۔ ف۱۶
ف۱۶: دَ دې نه معلومیږی چې دوی څو ځله مخکښې هم دَ هغهٔ ځنګل ته دَ بوتلو کوشش کړے وهٔ خو پلار پرې باور نهٔ وهٔ کړے۔
اَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا یَّرْتَعْ وَ یَلْعَبْ وَ اِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ۝۱۲
واېٔ ستوه زمونږ سره سبا ته چې ښهٔ وخوری اؤ ښې لوبې وکړی اؤ مونږ خو دَ هغهٔ حفاظت کوؤ۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی دې چې کور کښې بند ناست وی هسې بې کاره کیږی اؤ کهٔ زمونږ سره ګډو څرؤلو دپاره ځنګل ته ځی نو هلته به دَ غرهٔ مېوې خوری۔ منډې ترړې به ووهی۔ ورزش به ېٔ کیږی نو تکړه به شی۔ صحت به ېٔ ښهٔ شی۔ دَ هغوی لوبې هم منډې وهل اؤ غشی ویشتل وغېره وې۔ هسې هم پهٔ مناسب انداز لوبې دَ وړو دَ صحت اؤ تازه کېدو دپاره فائده منې دی۔ غرض دا چې پهٔ پلار ېٔ ښهٔ زور ولګؤلو اؤ تسلّی ېٔ ورکړه چې مونږ به ېٔ حفاظت کوؤ۔ مفسرینو لیکلی دی چې یوسفؑ ېٔ هم پهٔ چل ول تلو ته راضی کړے وهٔ۔ (هغهٔ هم پلار ته منت وکړو)
قَالَ اِنِّیْ لَیَحْزُنُنِیْۤ اَنْ تَذْهَبُوْا بِهٖ وَ اَخَافُ اَنْ یَّاْكُلَهُ الذِّئْبُ وَ اَنْتُمْ عَنْهُ غٰفِلُوْنَ۝۱۳
هغهٔ ورته ووې ، زهٔ پهٔ دې خفه کېږم چې تاسو ېٔ زما نه بوځیٔ اؤ ما سره فکر وی چې چرته به ېٔ لیوهٔ وخوری۔ اؤ تاسو به ترې بې خبره یئ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی دَ یوسفؑ دَ جدایئ اؤ تاسو سره دَ تلو خبره پهٔ ما بده لګی (ما خفه کوی)۔ اؤ بل د اغم دے راسره چې دې وړوکے دے خپل حفاظت نهٔ شی کؤلے، اؤ تاسو به پهٔ لوبو شیٔ دهٔ ته به مو خیال نهٔ وی پړانګ به ېٔ مات کړی۔ وائی چې دې غرهٔ کښې لیوان ډېر وو۔ شاه صاحب لیکلی دی چې دوی مخکښې دَ لیوهٔ بهانه جوړؤله نو هم دغه خبره دَ یعقوبؑ زړهٔ ته راغله ۔ دَ ځنو عالمانو خیال دے چې ” اَخَافُ اَنْ یَّاْكُلَهُ الذِّئْبُ “ وینا دَ یعقوبؑ دَ پېغمبریٔ دَ مرتبې دَ توکّل سره مناسب نهٔ وه ځکه ورته هغوی بیا هم دغه بهانه جوړه کړه۔
قَالُوْا لَىِٕنْ اَكَلَهُ الذِّئْبُ وَ نَحْنُ عُصْبَةٌ اِنَّاۤ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ۝۱۴
هغوی ووې کهٔ دې لیوهٔ وخوړو اؤ مونږ یو مضبوط ټولې موجود یو ، بیا خو مو هر څهٔ بیلودهٔ ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی مونږ دومره مضبوط ځوانان به موجود یو اؤ زمونږ نه به شرمخ هلک خوری کهٔ داسې وشی خو مونږ به ډېر بې ښې یو۔ بیا خو مونږ نه هر څهٔ تالا دی۔
فَلَمَّا ذَهَبُوْا بِهٖ وَ اَجْمَعُوْۤا اَنْ یَّجْعَلُوْهُ فِیْ غَیٰبَتِ الْجُبِّ١ۚ وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِاَمْرِهِمْ هٰذَا وَ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۝۱۵
بیا کله چې ېٔ هغه بوتلو اؤ ټول پهٔ دې صلاح شو چې وېٔ غورزوی شاړ کوهی ته ، اؤ مونږ اشاره وکړه هغهٔ ته چې تهٔ به دوی ته دا خبره پهٔ ګوته کړې اؤ دوی به تا نهٔ پېژنی۔ ف۲۰
ف۲۰: مفسرینو پهٔ دې مینځ کښې ډېرې دردناکې خبرې پهٔ داسې انداز کښې نقل کړے دی چې کهٔ دَ کاڼی زړهٔ وی هم به اوبهٔ شی۔ الله خبر چې دا خبرې تر کومه صحیح دی (څهٔ خاص ثبوت ېٔ نشته) قرآن کریم دَ خپل خاص مقصد پهٔ لحاظ دَ دې قسم خبرو تفصیل ته ډېرہ توجه نهٔ کوی ځکه چې دَ دې خبرو نه څهٔ خاص مطلب نهٔ راوځی۔ اؤ دَ قرآن کریم مقصد زړونه پهٔ داسې طریقه نرمؤل دی چې دَ ایمان رڼا پکښې پیدا شی۔ هسې دَ زړهٔ عامه نرمی چې طبعی طور پهٔ کافر مسلمان بلکې ځناورو کښې هم مشترکه ده چې عام مقرران ورباندې زور اچوی۔ دَ قرآن دا عادت نهٔ دے۔ ځکه دلته قرآن پهٔ دا مینځ کښې خبرې پریٔښی دی اؤ آخری دَ مطلب ټکې ېٔ کړے دے۔ چې وروڼو پهٔ چل ول دَ پلار نه یوسفؑ راروان کړو اؤ دَ فیصله شوے مشورې مطابق ېٔ کوهی ته دَ غوزؤلو نیت وکړو۔ پهٔ دغه وخت مونږ یوسفؑ ته پهٔ اشاره ووې (چې هغه پرې پوهه شو اؤ نور څوک پرې خبر نهٔ شو) چې ویرېږه مه یو وخت به داسې راشی چې دوی ته به تهٔ دَ دوی دا ظلمونه یادوے اؤ پهٔ هغه وخت به تهٔ پهٔ داسې وچته مرتبه ئ چې دوی به تا نهٔ پېژنی۔ دَ دوی به ستا متعلق داسې تصوّر هم نهٔ وی۔ یا به دومره وخت تېر شوے وی چې تا به نهٔ پېژنی۔ دا اشاره ورته پهٔ خوب کښې شوے وه کهٔ پهٔ ویښه ، دَ الهام پهٔ طریقه وه کهٔ دَ فرښتې ، دَ دې تفصیل پهٔ قرآن کښې نشته۔ لېکن دَ ظاهری الفاظو نه خلقو دا مطلب اخستے دے چې وحې راتلو دپاره دَ څلوېښتو کالو عمر ضروری نهٔ دے ځکه چې دَ یوسفؑ عمر دې وخت کښې ډېر کم وهٔ۔
وَ جَآءُوْۤ اَبَاهُمْ عِشَآءً یَّبْكُوْنَؕ۝۱۶
اؤ راغلل پلار ته ماښام پهٔ ژړا۔ ف۲۱
ف۲۱: یا خو ورباندې هلته غرهٔ کښې ناوخته شوی وو یا ېٔ پهٔ قصد ناوخته کړی وو۔ چې پهٔ رڼا کښې مو پلار دَ شکلونو نه دروغ معلوم نهٔ کړی۔ دَ شپې تیارهٔ کښې دَ دروغو ژړا ښهٔ پټېدے شوه۔
اعمشؒ لیکلی دی۔ دَ یوسفؑ دَ وروڼو ژړا اورېدو نه پس اوس څوک دَ هېچا پهٔ زړا دَ رښتیاؤ یقین نهٔ شی کؤلے۔
قَالُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَ تَرَكْنَا یُوْسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَاَكَلَهُ الذِّئْبُ١ۚ وَ مَاۤ اَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَ لَوْ كُنَّا صٰدِقِیْنَ۝۱۷
دوی ووې اے پلاره مونږ دَ یو بل نه پهٔ منډه وړاندې کیدو، اؤ یوسفؑ مو پرېښود دَ خپل سامان سره نو هغه شرمخ وخوړو۔ ف۲۲ اؤ تهٔ زمونږ پهٔ خلهٔ باور نهٔ کوے اګرکهٔ مونږ رښتونی یو۔ ف۲۳
ف۲۲: یعنی مونږ دَ هغهٔ پهٔ حفاظت کښې څهٔ کمې نهٔ دے کړے۔ مونږ خو دې دَ خپلو جامو سره کښېنؤلو اؤ خپلو کښې پهٔ منډه شو۔ هیله دَ سترګو نه پناه شوی نهٔ وو چې شرمخ راغلو مات ېٔ کړو (چې مونږ ورته رارسېدو بیا پکښې څهٔ نهٔ وو) زمونږ دا خیال هم نهٔ وهٔ چې دومره لږ وخت کښې به داسې کار کیږی۔ (شرمخ به ورته داسې تیار ولاړ وی) ۔
ف۲۳: یعنی تهٔ هسې هم پهٔ مونږ بدګمانه ئ کهٔ مونږ رښتیا وایو هم تهٔ ېٔ نهٔ منې۔
وَ جَآءُوْ عَلٰی قَمِیْصِهٖ بِدَمٍ كَذِبٍ١ؕ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا١ؕ فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ١ؕ وَ اللّٰهُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ۝۱۸
اؤ راېٔ وړو دَ هغهٔ قمیص پهٔ وینو لړلې دَ دورغو۔ ف۲۴ پلار ورته ووېٔ ، هرګز داسې نهٔ ده بلکې جوړه کړے ده تاسو دَ ځان نه یوه خبره ۔ نو اوس صبر بهتر دے۔ اؤ زهٔ دَ الله نه امداد غواړم پهٔ دې خبره کښې دا چې تاسو ېٔ واییٔ۔ ف۲۵
ف۲۴: دَ چېلۍ یا بل څهٔ شی پهٔ وینو ېٔ دَ یوسفؑ قمیض ولړلو۔ پلار ته ېٔ پهٔ ګواهیٔ کښې پیش کړو (چې کهٔ نهٔ منې نو هنۡ دا پهٔ وینو لړلې جامې ېٔ وګوره)
ف۲۵: څوک چې پهٔ شام کښې ناست وو اؤ دَ مصر ته ورته دَ یوسفؑ دَ قمیض خوشبوئی ورتله هغه پهٔ پردیٔ وینه دَ یوسفؑ دَ وینې یقین کله کؤلے شو۔ سمدستی ېٔ ورته ووې تاسو دروغ واییٔ هسې دَ ځانه مو بیان جوړ کړے دے۔ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې هغوی قمیض خو پهٔ وینو لړلے وهٔ خو دومره فکر ېٔ نهٔ وهٔ کړے چې ځائې پهٔ ځائې ېٔ شلؤلے هم وې۔ یعقوبؑ چې قمیض ته وکتل روغ جوړ وهٔ نو ورته ېٔ ووې دا ډېر عجیبه شرمخ وهٔ چې یوسفؑ خو ېٔ وخوړو خو دَ هغهٔ قمیض ېٔ تاسو دپاره روغ جوړ پرېښو۔ دا تاسو دروغ جوړ کړی دی ۔ بهرحال زما دپاره اوس صبر ښهٔ دے ۔ نهٔ دَ چا نه ګیله کوم اؤ نهٔ دَ تاسو نه بدل اخلم الله ته به دعا کوم چې ماته صبر راکړی اؤ تاسو چې څهٔ بیان جوړ کړے دے پهٔ خپل فضل اؤ امداد ماته دَ دې حقیقت څرګند کړی اؤ خپل ځوئے راته صحیح سالم راورسوی۔ معلومیږی داسې چې یعقوبؑ پهٔ دې پوهه کړې شوے وهٔ چې دا ستا امتحان دے ۔ څهٔ موده پس به دَ دې مصیبت نه خلاصېږې۔ فی الحال دَ یوسفؑ تلاش کؤل یا ځامنو ته څهٔ زورنه ورکؤل بې فائدې دی۔ یوسفؑ پهٔ ګوتو نهٔ درځی اؤ دا ځامن به دې هم بې درکه شی اؤ کېدے شی چې تا ته هم نقصان ورسوی۔ امام رازیؒ دغسې لیکلی دی۔
وَ جَآءَتْ سَیَّارَةٌ فَاَرْسَلُوْا وَارِدَهُمْ فَاَدْلٰی دَلْوَهٗ١ؕ قَالَ یٰبُشْرٰی هٰذَا غُلٰمٌ١ؕ وَ اَسَرُّوْهُ بِضَاعَةً١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ۝۱۹
اؤ راغله یوه قافله ، اؤ واېٔ ستؤلو اوبهٔ ډکونکے ، نو هغهٔ کوزه کړه خپله بوقه ، اؤ چغې ېٔ کړې څهٔ دَ خوشحالیٔ خبره ده دا خو هلک دے، ف۲۶ اؤ پټ ېٔ کړو دَ تجارت دَ مال پهٔ خیال۔ ف۲۷ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې دوی کوی۔ ف۲۸
ف۲۶: وائی چې یوسفؑ درے ورځې پهٔ کوهی کښې تېرې کړې۔ الله پاک ېٔ حفاظت داسې کؤلو چې دَ یو ورور یهوؔدا زړهٔ ېٔ ورته نرم کړو۔ هغهٔ به ورته هره ورځ څهٔ خوراک رارسؤلو۔ اؤ نورو وروڼو به ېٔ هم کله کله خبر اخستو۔ آخر دَ مدین نه یوه قافله مصر ته پهٔ دې لار روانه وه ۔ هغوی دې کوهی ته دَ اوبو دپاره سړے واستؤلو۔ هغهٔ چې بوقه کوهی ته کوزه کړه نو یوسفؑ پړی پورې ونښتو۔ وړوکے وهٔ سپک وهٔ۔ سړی پهٔ بره راوخیژؤلو۔ چې دَ هغهٔ ښائست ته ېٔ وکتل نو دَ خوشحالیٔ نه ېٔ چغې کړې چې دا خو ډېر ښائسته هلک دے، پهٔ ډېرو پیسو به خرڅ شی۔
ف۲۷: یعنی چا چې راویستې وهٔ دَ نورو ملګریو نه ېٔ پټ کړو چې دا یو غلام ما ته مالکانو حواله کړے دے چې مصر کښې ېٔ خرڅ کړه۔
ف۲۸: یعنی وروڼو دَ وطن نه ورکؤلو اؤ دَ قافلې خلقو دَ خرڅ پهٔ نیت بوتلو اؤ الله تعالیٰ ترېنه دَ مصر دَ خزانو مالک جوړؤلو۔ اؤ کهٔ الله تعالیٰ غوښتے نو پهٔ هغه دم به ېٔ دا ټوله کاروائی بنده کړے وه۔ خو دَ هغهٔ حکمت هم پهٔ دغې کښې وهٔ ځکه ېٔ پهٔ هر څهٔ خبرېدو سره هغوی دغسې کارونو ته پریٔښی وو۔
وَ شَرَوْهُ بِثَمَنٍۭ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُوْدَةٍ١ۚ وَ كَانُوْا فِیْهِ مِنَ الزَّاهِدِیْنَ۠۝۲۰
اؤ خرڅ کړو (وروڼو) پهٔ لږ قیمت دَ شمار پهٔ څو درهمو۔ ف۲۹ اؤ هغوی وو دَ دهٔ نه وېزاره ۔ ف۳۰
ف۲۹: وروڼه ېٔ خبر شو چې قافلې والو وویستو۔ ورپسې ورغلل چې دا خو زمونږ غلام دے دَ کور نه راتښتېدلے دے اؤ چې دې دغسې تښتی نو اوس ېٔ مونږ نور نهٔ ساتو پهٔ تاسو ېٔ خرڅوؤ خو فکر کویٔ چې تاسو نه ونهٔ تښتی۔ وائی چې پهٔ اتلس درهمه ېٔ خرڅ کړو۔ اؤ نهو وروڼو دوه دوه درهمه واخستل۔ (درهم دَ څلور انو برابر دے) هغه یو ورور یهوؔدا پکښې برخه وانهٔ خسته۔
ف۳۰: یعنی پهٔ دې مهٔ حیرانېږیٔ چې دومره ارزان ېٔ خرڅ کړو۔ هغوی خو ترېنه داسې ویزاره وو چې مفت ېٔ هم ورکؤلو دا خو ورته لا اتلس درهم پهٔ لاس ورغلهٔ۔ ځنو مفسرینو لیکلی دی چې قافلې والو پهٔ دې قیمت پهٔ مصر کښې خرڅ کړو۔ کهٔ داسې وی نو مونږ به ووایو چې مفت پهٔ لاس ورغلے وهٔ څهٔ قدر ېٔ ورسره نهٔ وهٔ ۔ بله دا چې دَ تښتېدو خبره ېٔ اورېدلے وه ، نو دا ویره وه ورسره چې څوک پرې دعویٰ ونهٔ کړی لېکن صحیح اوله خبره ده چې وروڼو پهٔ دې قیمت خرڅ کړو۔ والله اعلم۔
وَ قَالَ الَّذِی اشْتَرٰىهُ مِنْ مِّصْرَ لِامْرَاَتِهٖۤ اَكْرِمِیْ مَثْوٰىهُ عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا١ؕ وَ كَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ١٘ وَ لِنُعَلِّمَهٗ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ١ؕ وَ اللّٰهُ غَالِبٌ عَلٰۤی اَمْرِهٖ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۲۱
اؤ کوم سړی چې دې واخستو ، ووېٔ وې خپلې ښځې ته ، دې پهٔ عزّت وساته شاید چې زمونږ پکار راشی ، یا ېٔ پهٔ ځوی والیٔ ونیسو۔ ف۳۱ اؤ پهٔ دې شان مونږ ځائې ورکړو یوسفؑ ته پهٔ ملک کښې۔ اؤ دَ دې دپاره چې وښیو ورته خبره پهٔ ځائې لګؤل۔ ف۳۲ اؤ الله غالب دے پهٔ هر کار کښې خو اکثر نهٔ پوهیږی۔ ف۳۳
ف۳۱: وائی چې پهٔ مصر کښې ورباندې بولی وشوه (نیلام شو) دَ ټولو نه زیاته بولی دَ عزیز وه چې دَ مصر دَ خزانې وزیر وهٔ ۔ هغهٔ چې واخستو نو خپلې ښځې (زلیخا یا راعیل) ته ېٔ ووې۔ دا هلک ډېر هوښیار ښکاری۔ ښهٔ پهٔ قدر ېٔ وساته ، دَ غلامانو پهٔ شان سلوک ورسره مهٔ کوه ۔ زمونږ اولاد نشته دا به مو ځوئے شی اؤ زمونږ کاروبار به سنبال کړی۔
ف۳۲: یعنی مونږ پهٔ خپل کامل قدرت اؤ تدبیر یوسفؑ دَ وروڼو دَ سختیو اؤ دَ کوهی دَ قید نه خلاص کړو اؤ دَ عزیزِ مصر پهٔ زړهٔ کښې مو دَ هغهٔ مینه واچؤله اؤ دغه شان مو یو وچتې مرتبې ته ورسؤلو اؤ دَ مصر دَ ټولو خلقو پهٔ زړونو کښې مو دَ هغهٔ قدر اؤ عزّت پیدا کړو۔ چې دغه شان بنی اسرائیلو ته پهٔ مصر کښې دَ آبادېدو ذریعه جوړه شی۔ اؤ ورسره دا خبره هم وه چې دَ عزیزِ مصر پهٔ کور کښې لوئے شی۔ دَ حکومت پهٔ طریقه اؤ رازونو کښې ښهٔ پوهه شی اؤ خبره ېٔ ځائې ته رسؤلو اؤ دَ خبرې پهٔ غرض باندې پوهېدو کښې ېٔ تجربه وشی۔ دَ دې سورت پهٔ اول کښې ”تاویل الاحادیث“ لفظ تېر شوے دے معنیٰ ېٔ هلته وګوریٔ۔
ف۳۳: وروڼو کوهی ته وغوزؤلو اؤ الله پاک وچتې مرتبې ته وخېژؤلو۔ اکثر خلق نهٔ پوهیږی چې دَ بنیادم دَ تدبیر مقابله کښې دَ الله پاک بندوبست څنګه غالب راځی۔
وَ لَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗۤ اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّ عِلْمًا١ؕ وَ كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۝۲۲
اؤ کله چې هغه ورسېدو خپل طاقت ته نو ورمو کړهٔ ورته حکم اؤ علم۔ ف۳۴ اؤ هم دغه شان بدله ورکوؤ مونږ نیکانو ته۔ ف۳۵
ف۳۴: یعنی چې دَ یوسفؑ ټول قوٰی کمال ته ورسېدل (ځلمے شو) نو الله پاک ورته علم اؤ دَ فیصلې طاقت ورکړو۔ ډېرې ګرانې معاملې به ېٔ ډېرې پهٔ ښهٔ طریقه پهٔ آسانه فیصله کؤلے اؤ دَ خلقو جګړې به ېٔ ډېر پهٔ هوښیارتیا اؤ هنر ختمؤلے۔ اؤ خلقو ته به ېٔ دَ دین خبرې ښیٔلے۔ دَ شریعت دَ ټولو خبرو ماهر وهٔ خو دَ خوب تعبیر بیانؤلو ېٔ خاص کمال وهٔ۔
ف۳۵: کوم خلق چې دَ فطرت پهٔ رهنماییٔ کښې یا دَ نیکانو دَ تابعداریٔ پهٔ برکت اؤ دَ الله پهٔ امداد تکلیفونو باندې صبر کوی اؤ نیک چال چلن اختیار کړی ، الله پاک ورته دغه شان انعام ورکوی۔
وَ رَاوَدَتْهُ الَّتِیْ هُوَ فِیْ بَیْتِهَا عَنْ نَّفْسِهٖ وَ غَلَّقَتِ الْاَبْوَابَ وَ قَالَتْ هَیْتَ لَكَ١ؕ قَالَ مَعَاذَ اللّٰهِ اِنَّهٗ رَبِّیْۤ اَحْسَنَ مَثْوَایَ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ۝۲۳
اؤ پهٔ چل وغوښتو دَ هغهٔ نه هغې ښځې چې دې ېٔ پهٔ کور کښې وهٔ ، دَ دهٔ ځان۔ اؤ بندې ېٔ کړې دروازې۔ اؤ وېٔ وئیل ژر کوه۔ ف۳۶ هغهٔ ووې پناه پهٔ الله۔ هغه عزیز زما مالک دے زهٔ ېٔ ښهٔ ساتلے یم ، بېشکه ښهٔ نهٔ مومی بې انصافه ۔ ف۳۷
ف۳۶: یو طرف ته پهٔ غیبی مهربانو دَ یوسفؑ پالنه پهٔ ډېره عجیبه طریقه کېده اؤ بل طرف ته دَ عزیز ښځې زلیخا یو سخت امتحان کښې وغوزؤلو۔ یعنی هغه دَ یوسفؑ پهٔ ښائست لیونۍ شوه اؤ خپل ځان ېٔ پهٔ هر قسم سنګار ښهٔ تیار کړو چې دَ یوسفؑ زړهٔ بې قابو کړی ۔ یو طرف ته دَ عیش و آرام ژوند دَ نفسانی خواهشاتو پوره کؤلو هر قسم آسانی ۔ بل دَ زلیخې سره پهٔ یو کور کښې وسېدل ، دَ هغې مینه محبّت اؤ هر قسم خیال ساتل۔ بیا پهٔ یو جدا ځائې کښې چې هېڅوک نهٔ وی ورونه بند وی دَ ښائسته اؤ سنګار کړے ښځې دَ طرف نه خپله پهٔ اصرار سره مطالبه کؤل۔ دَ ځوانیٔ اؤ طاقت اؤ ښهٔ صحت عمر ، جره ژوند ، دا ټول اسباب داسې وو چې دَ غټو غټو زاهدانو دَ تقوٰی ماتؤلو دپاره کافی وو ۔ لېکن الله پاک چې چا ته نیک وئیلی وی۔ دَ علم و حکمت اؤ پېغبریٔ وچته مرتبه ېٔ ورکړے وی پهٔ هغهٔ باندې هېڅ حالت کښې هم دَ شیطان جادو نهٔ شی چلېدے ۔ هغهٔ یو لفظ (معاذ الله) ووې اؤ دَ شیطان دَ مکر و فریب دَ جال ټوکړې والوتې۔ ځکه چې څوک دَ الله پهٔ پناه کښې راغلو۔ به هغهٔ دَ شیطان وس نهٔ شی چلېدے۔
ف۳۷: یعنی زهٔ دَ داسې ناکاره کار نه پهٔ الله پناه غواړم۔ دا کار هسې هم ناکاره دے اؤ علاوه دَ دې نه دا چې عزیز زما محسن دے ۔ زما ېٔ ډېر پهٔ عزّت اؤ مدار تربیت کړے دے۔ نو زهٔ دَ خپل محسن پهٔ عزّت څنګه حمله وکړم دا غټه بې انصافی ده اؤ لوئے ظلم دے۔ ظالم بنده هېچرې نهٔ شی کامیابېدې ۔ اؤ کله چې دَ یو ظاهری تربیت کؤنکی دومره قدر پکار دے نو دَ هغه حقیقی پروردګار نه مونږ ته څومره شرم اؤ حیا پکار ده چا چې پهٔ خپل فضل زمونږ دومره تربیت کړے دے اؤ خپل بندګان ېٔ زمونږ پهٔ خدمت مقرر کړی دی۔ ځنو مفسرانو پهٔ ”اِنَّهٗ رَبِّیْ“ کښې ضمیر الله تعالیٰ ته راجع کړے دے۔
وَ لَقَدْ هَمَّتْ بِهٖ١ۚ وَ هَمَّ بِهَا لَوْ لَاۤ اَنْ رَّاٰ بُرْهَانَ رَبِّهٖ١ؕ كَذٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوْٓءَ وَ الْفَحْشَآءَ١ؕ اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِیْنَ۝۲۴
اؤ بېشکه هغې سوچ وکړو دَ هغهٔ اؤ هغهٔ سوچ وکړو دَ هغې ف۳۸ کهٔ داسې نهٔ وې چې ولیدو دَ خپل رب قدرت ۔ ف۳۹ هم دغسې وشوه دې دپاره چې واړوؤ مونږ دَ هغهٔ نه بدی اؤ بې حیائی۔ بېشکه هغه زمونږ پهٔ غوریزو بندیانو کښې دے۔ ف۴۰
ف۳۸: یعنی ښځې دَ هغهٔ دَ راګېرؤلو فکر وکړو۔ کهٔ دَ خپل رب دَ قدرت اؤ طاقت تماشه ېٔ نهٔ وې کړے نو بچ کېدل ېٔ ګران وو۔ ځنو مفسرانو ”هَمَّ بِهَا“ دَ ”وَ لَقَدْ هَمَّتْ بِهٖ“ نه جدا کړے دے اؤ دَ ”لَوْلَاۤ اَنْ رَّاٰبُرْهَانَ رَبِّهٖ“ سره ېٔ متعلق کړے دے لکه پهٔ ”اِنْ کَادَتْ لَتُبْدِیْ بِهٖ لَوْلَاۤ اَنْ رَّبَطْنَا عَلٰی قَلْبِهَا“ کښې چې دے ۔ پهٔ دې ترتیب کښې مطلب یوسفؑ ته ”هَمْ“ ثابتؤل نهٔ دی بلکې دَ هغهٔ نه دَ ” هَمْ “ نفی کؤل دی۔ ترجمه به داسې شی چې ”ښځې دَ یوسفؑ اراده وکړه اؤ یوسفؑ به هم اراده کړے وه کهٔ دَ خپل رب قدرت اؤ طاقت ېٔ نهٔ وې لیدلے۔ ځنو ”هَمَّ بِهَا“ کښې دَ ”هَمَّ “ نه مطلب میلان اؤ رغبت اخستې دے۔ یعنی دَ یوسفؑ پهٔ زړهٔ کښې بې اختیاره رغبت پیدا شو۔ لکه دَ روژه دار چې پهٔ ګرمیٔ کښې یخو اوبو ته زړهٔ کیږی لېکن نهٔ ېٔ هغه دَ څښلو نیت کوی اؤ نهٔ پهٔ دې بې اختیاره زړهٔ کېدو کښې څهٔ نقصان شته بلکې سره دَ زړهٔ کېدو ترېنه ځان ساتل دَ ډېر اجر سبب دے ۔ دغه شان پوهه شیٔ چې دَ دومره طبعی اسبابو پهٔ موجودګیٔ کښې کهٔ دَ انسانی طبیعت پهٔ وجه بې اختیاره دَ یوسفؑ هم یعنی رغبت پیدا شوے وی نو دا دَ پاکیٔ خلاف نهٔ دے اؤ نهٔ ورباندې دَ هغهٔ پهٔ لویه مرتبه کښې څهٔ نقصان راځی۔ بلکې دَ مسلم پهٔ صحیح حدیث کښې دَ ابو هریرهؓ روایت دے چې کهٔ دَ بنده یو بدیٔ ته زړهٔ وشی اؤ بیا هغه کار ونهٔ کړی نو پهٔ دې ورته هم یوه نیکی لیکلے شی۔ الله تعالیٰ فرمائی دې بنده زما دَ ویرې دا کار پرېښو ۔ بهرحال سره دَ لفظ دَ یوشان والی دَ زلیخا پهٔ ”هَم “ کښې اؤ دَ یوسفؑ پهٔ ”هَم “ کښې ډېر فرق دے۔ ځکه قرآن کریم دَ دې دواړو ”هَم “ پهٔ یو ځائې جمع نهٔ کړو اؤ داسې ېٔ ونهٔ وې چې دواړو یو بل ته نیت وکړو۔ اؤ نهٔ ېٔ دَ یوسفؑ پهٔ ”هَم “ باندې لکه دَ زلیخا دَ هم لام“ اؤ ”قد“ داخل کړل بلکې وړاندې وروستو ېٔ ډېر دلائل دَ یوسفؑ پهٔ پاکیٔ بیان کړل کوم چې پهٔ فکر کونکیو پټ نهٔ دی۔ نور تفصیل پهٔ روح المعانی اؤ کبیر کښې وګوریٔ۔
ف۳۹: برهان ۔ دلیل اؤ حجت ته وئیلی شی۔ یعنی کهٔ یوسفؑ هغه وخت دَ خپل رب دلیل نهٔ وې لیدلے نو دَ زړهٔ پهٔ غوښتنه به ېٔ عمل کړے وهٔ۔ دلیل څهٔ وهٔ؟ دَ زنا پهٔ حرمت یقین ۔ کوم چې الله پاک ورته زړهٔ کښې اچؤلے وهٔ ۔ یا هم هغه دلیل کوم چې هغهٔ زلیخې ته ووېٔ (چې عزیز زما محسن دے نو دَ هغهٔ بې عزتی نهٔ شم کؤلے) ځنو مفسرانو لیکلی دی چې دغه وخت ېٔ کښې خپل پلار یعقوبؑ ولیدو چې ګوته ېٔ خلهٔ کښې نیؤلے حیران ولاړ دے۔ ځنو لیکلی دی چې یو غیبی خط ېٔ داسې پهٔ نظر راغلو چې دَ دې کار نه پکښې منع شوے وه۔ والله اعلم۔
ف۴۰: یعنی دا دلیل مو ورته ځکه ښیٔلو اؤ دَ بدیٔ نه مو ځکه بچ کؤلو چې یوسفؑ زمونږ پهٔ غوره بندګانو کښې شمار دے، چې هېڅ وړه یا غټه بدی دَ ارادې پهٔ درجه کښې وی کهٔ دَ عمل چې هغهٔ ته ونهٔ رسی۔
وَ اسْتَبَقَا الْبَابَ وَ قَدَّتْ قَمِیْصَهٗ مِنْ دُبُرٍ وَّ اَلْفَیَا سَیِّدَهَا لَدَا الْبَابِ١ؕ قَالَتْ مَا جَزَآءُ مَنْ اَرَادَ بِاَهْلِكَ سُوْٓءًا اِلَّاۤ اَنْ یُّسْجَنَ اَوْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۲۵
اؤ دواړو منډې کړې دروازې ته اؤ څیرې کړو هغې دَ دهٔ قمیص دَ شا طرف نه ۔ اؤ مخامخ شو دواړه دَ هغې دَ خاوند سره پهٔ دروازه کښې ۔ ف۴۱ هغې ووې بله سزا نشته دَ هغې سړی چې نیت وکړی ستا کور ته دَ بدیٔ ، بې دَ دې چې قید کړې شی یا سخت تکلیف۔ ف۴۲
ف۴۱: دواړو منډې کړې مخکښې یوسفؑ وهٔ چې ور لرې کړی اؤ ځان ترې خلاص کړی اؤ ورپسې زلیخا وه چې راوېٔ نیسی نو دَ یوسفؑ دَ قمیص لمن زلیخا ته پهٔ لاس ورغله ، هغې راښکله چې وېٔ نیسی نو یوسفؑ ورهٔ ته زور کؤلو اؤ زلیخې دننه راښکلو۔ پهٔ دې کشمکش کښې قمیص وشلېدو (دَ ټوکی دومره زور چرته وهٔ) اؤ یوسفؑ بهر ته وتو کښې کامیاب شو۔ هلته اتفاقی دَ زلیخې خاوند هم کور ته راغلے وهٔ ۔ دَ ورهٔ سره دواړه هغهٔ ته مخامخ شو۔ نو زلیخې دَ ځان خلاصؤلو دپاره سمدستی خبره جوړه کړه (چې دهٔ ما ته لاس را اچؤلو نو ما ترېنه رامنډه کړه دې هم راپسې راغلو)۔
ف۴۲: ښځې (زلیخې) الزام پهٔ یوسفؑ ولګؤلو چې دهٔ ما ته نیت بد کړے وهٔ ۔ نو داسې سړے خو یا قید کؤل غواړی یا دا چې ښهٔ ووهلے شی اؤ سخته سزا ورکړې شی۔
قَالَ هِیَ رَاوَدَتْنِیْ عَنْ نَّفْسِیْ وَ شَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ اَهْلِهَا١ۚ اِنْ كَانَ قَمِیْصُهٗ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَ هُوَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ۝۲۶
یوسفؑ ووې دې پهٔ چل غوښتو زما نه زما ځان۔ اؤ ګواهی ورکړه یو ګواه دَ دې ښځې دَ کورنۍ ۔ ف۴۳ چې کهٔ قمیض شلېدلے وی دَ مخې نه نو دا رښتونې ده ۔ اؤ دې دروغژن دے۔
ف۴۳: مجبورًا یوسفؑ هم اصلی واقعه بیان کړه چې دې (زهٔ پهٔ بدکاریٔ مجبورؤلم) ما ترېنه پهٔ منډه ځان خلاص کړو۔ دوی لا دا خبرې کؤلے چې دَ دې کور یو ګواه دَ یوسفؑ دپاره ګواهی ورکړه ۔ پهٔ ځنې روایاتو کښې راغلی دی چې دا ګواه یو وړوکے ماشوم وهٔ چې دَ معجزې پهٔ طور ېٔ دَ یوسفؑ دَ پاکیٔ ګواهی ورکړه اؤ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې نه دَ دې خاندان یو هوښیار سړے وهٔ چې داسې صحیح فیصله ېٔ وکړه۔ والله اعلم۔
وَ اِنْ كَانَ قَمِیْصُهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَ هُوَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۝۲۷
اؤ کهٔ قمیض شلېدلے وی دَ شا طرف نه نو دا دروغژنه ده اؤ دې رښتونې دے۔
فَلَمَّا رَاٰ قَمِیْصَهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ اِنَّهٗ مِنْ كَیْدِكُنَّ١ؕ اِنَّ كَیْدَكُنَّ عَظِیْمٌ۝۲۸
نو بیا کله چې عزیز ولیدو قمیض شلېدلے دَ شا مخې نو وې وئیل بېشکه دا دَ ښځو یو فریب دے اؤ واقعی چې دَ ښځو فریب ډېر لوئے دے۔
یُوْسُفُ اَعْرِضْ عَنْ هٰذَا١ٚ وَ اسْتَغْفِرِیْ لِذَنْۢبِكِ١ۖۚ اِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخٰطِـِٕیْنَ۠۝۲۹
اے یوسفه دا خبره پرېږده ، اؤ اے ښځې تهٔ معافی وغواړه دَ خپلې ګناه ۔ بېشکه هم تهٔ ګناهګاره ئ۔ ف۴۴
ف۴۴: کهٔ دا ګواه وړوکے ماشوم وهٔ څنګه چې پهٔ مضبوطو روایاتو کښې راغلی وو نو بیا خو دَ هغهٔ ګواهی خپله دَ یوسفؑ دَ پاکیٔ یو مستقل دلیل دے اؤ دَ قمیص شلېدل یو زیاتی خبره ده اؤ کهٔ څوک هوښیار سړے وهٔ نو معلومیږی داسې چې هغهٔ ته دَ نورو حالاتو نهٔ دَ یوسفؑ دَ پاکیٔ پته لګېدلے وه خو دې وخت کښې ېٔ ډېر پهٔ هوښیارتیا داسې خبره جوړه کړه چې دَ طرفداریٔ څهٔ شک پیدا نهٔ شی اؤ دَ یوسفؑ پاکی ثابته شی۔ کومه خبره چې هغهٔ جوړه کړه پهٔ عقلی دلیل واقعی چې صفا ده ځکه چې کهٔ نعوذ بالله دَ یوسفؑ هغې ته نیت بد وې اؤ حمله ېٔ پرې کؤلے نو مخ به ېٔ هغې طرف ته وهٔ ۔ اؤ چې هغې ترېنه ځان خلاصؤلے نو پهٔ جګړه کښې به قمیص مخامخ شلېدو۔ اؤ کهٔ هغه تښتېدے اؤ ښځې رانیوے نو ښځې ته به ېٔ شا وه اؤ قمیص به دَ شا مخې شلېدو (لکه چې شلېدلے وهٔ) بهرحال چې عزیز وکتل چې قمیص دَ شا مخې شلېدلے دے نو هغه پهٔ خبره پوهه شو اؤ یوسفؑ ته ېٔ ووېٔ چې څهٔ کېدل هغه وشول۔ اوس دَ دې خبرې چا سره ذکر مهٔ کوه چې نور خلق خبر نهٔ شی (بس دے ځان غلے کړه چې خبره کور کښې پاتې شی) اؤ ښځې ته ېٔ ووې چې تهٔ دَ یوسفؑ نه یا دَ الله پاک نه معافی وغواړه قصور یقینی ستا وهٔ ۔
وَ قَالَ نِسْوَةٌ فِی الْمَدِیْنَةِ امْرَاَتُ الْعَزِیْزِ تُرَاوِدُ فَتٰىهَا عَنْ نَّفْسِهٖ١ۚ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا١ؕ اِنَّا لَنَرٰىهَا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۳۰
اؤ خبرې شروع کړې ښځو پهٔ ښار کښې چې دَ عزیز ښځه غواړی دَ خپل مری نه دَ هغهٔ ځان۔ دَ هغهٔ پهٔ مینه کښې لیونۍ شوے ده۔ مونږ ېٔ وینو چې دا څرګنده پهٔ خطا ده ۔ ف۴۵
ف۴۵: (خبره پټه چرته پاتې کیږی) دَ ښار ښځو پهٔ زلیخې پسې خبرې شروع کړې چې پهٔ خپل مریٔی مینه شوے ده اؤ دَ هغهٔ نه خپل مطلب وېستل غواړی۔ دَ داسې درنې کورنۍ ښځې ته پهٔ یو غلام مینه ډېره دَ شرم خبره ده ۔ زمونږ پهٔ خیال خو دې کښې زلیخا سخته غلطی کوی (هسې ځان شرموی)۔
فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ اَرْسَلَتْ اِلَیْهِنَّ وَ اَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَاً وَّ اٰتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّیْنًا وَّ قَالَتِ اخْرُجْ عَلَیْهِنَّ١ۚ فَلَمَّا رَاَیْنَهٗۤ اَكْبَرْنَهٗ وَ قَطَّعْنَ اَیْدِیَهُنَّ وَ قُلْنَ حَاشَ لِلّٰهِ مَا هٰذَا بَشَرًا١ؕ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا مَلَكٌ كَرِیْمٌ۝۳۱
بیا کله چې هغې واورېدو دَ ښځو دا فریب، ف۴۶ خبر ېٔ ورواستؤلو اؤ تیار ېٔ کړو دَ هغوی دپاره یو مجلس اؤ ور ېٔ کړه هرې یوې ته چاړهٔ ۔ اؤ وېٔ وئیل یوسفؑ ته ، را مخامخ شه دوی ته ، کله چې دې ښځو هغه ولیدو حېرانې پاتې شوې اؤ غڅ ېٔ کړل خپل لاسونه ف۴۷ وېٔ وې حاشا لِله دا خو بنیادم نهٔ دے ۔ دا خو پاکه فرښته ده۔ ف۴۸
ف۴۶: دَ ښځو دې خبرو ته ېٔ فریب (مکر ) ځکه ووې چې هغوی دا خبرې پټې پټې کؤلے۔ ګویا پهٔ زلیخا ېٔ ملامته کؤله اؤ ځان ېٔ ډېر پاک ګڼلو۔ اؤ حال دا دے چې دَ یوسفؑ دَ ښائست بیان چې دَ ښار کومې ښځې اورېدو دَ هغهٔ لیدو ته به ېٔ شوق پیدا کېدو۔ کېدے شی چې دَ دغه نکته چینو ښځو پهٔ زړه کښې هم دَ یوسفؑ دَ لیدو ارمان پروت وهٔ ، چې پهٔ څهٔ چل زلیخا سخته کړو اؤ پهٔ دې طریقه دَ یوسفؑ دیدن وکړو۔ یا دا چې دَ زلیخې نه ېٔ زړهٔ بد کړو اؤ ځان تهٔ ېٔ راواړوؤ۔ اؤ دا هم کېدے شی چې زلیخې ځنې ښځې پهٔ دې معامله کښې ځان سره رازدارې کړے وې نو هغوی دَ رازداریٔ پهٔ ځائې ورباندې ملامته اؤ پېغورونه شروع کړل ۔ بهرحال دَ هغوی خبرو ته مکر وینا کښې دا ټولې خبرې راځی۔
ف۴۷: یعنی دَ خوراک څښاک یو مجلس ېٔ جوړ کړو اؤ کومو ښځو چې ورپسې خبرې کؤلے هغه ېٔ راوبللې ، ځنې مېوې پهٔ چاړهٔ دَ پرېکؤلو وې نو چې دَ خوراک سامان کښېښوې شو هرې یوې ښځې ته ېٔ چاړهٔ ورکړه چې ځان ته خپله پرېکوی اؤ خوری۔ دَ دې ټول تیاری نه پس ېٔ یوسفؑ ته آواز وکړو چې دې خوا راشه ، چې هغه مجلس ته مخامخ شو اؤ ښځو دَ هغهٔ ښائست ولیدو نو حیرانې شوې اؤ دَ هغهٔ دَ جمال پهٔ تماشه کښې داسې بې خوده شوې چې دَ مېوې پرېکؤلو پهٔ ځائې ېٔ چړې پهٔ خپلو ګوتو راښکلې۔ دَ هغهٔ دَ جمال پهٔ تماشه کښې داسې غرقې شوې چې نظر ېٔ ترېنه ښکته کؤلے نهٔ شو چې ګوتو ته ېٔ کتلے وې۔ دَ قدرت دَ طرف نه دَ یوسفؑ دَ پاکیٔ اؤ صداقت دا یو مستقل دلیل پیش شو چې دا ښځې پهٔ یو ځل لیدو داسې بې خوده شوې۔ سره دَ دې چې یوسفؑ ورته سترګې هم وې پورته کړے (نهٔ ېٔ ورسره خبرې کړے وې)۔ نو دا واقعه یقینی هم دغسې شوے ده چې زلیخا دَ هغهٔ پهٔ مینه کښې بې خوده شوه اؤ هغه ېٔ ځان ته پهٔ راړؤلو مجبور کړو، خو هغهٔ ترېنه ځان صفا بچ کړو۔
ف۴۸: ښځو چې دَ هغهٔ ښائست ، حیاداریٔ اؤ نوروانی مخ ته وکتل نو بې اختیاره ېٔ ووې چې دا خو بنیادم نهٔ دے پاکه فرښته ده۔
قَالَتْ فَذٰلِكُنَّ الَّذِیْ لُمْتُنَّنِیْ فِیْهِ١ؕ وَ لَقَدْ رَاوَدْتُّهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ فَاسْتَعْصَمَ١ؕ وَ لَىِٕنْ لَّمْ یَفْعَلْ مَاۤ اٰمُرُهٗ لَیُسْجَنَنَّ وَ لَیَكُوْنًا مِّنَ الصّٰغِرِیْنَ۝۳۲
هغې ورته ووې دا هم هغه دے چې تاسو پرې زهٔ ملامته کؤلم ۔ ف۴۹ اؤ ما غوښتې وهٔ دَ دهٔ نه دَ دهٔ ځان ۔ خو دهٔ ځان ټینګ کړو، ف۵۰ اؤ بېشکه کهٔ دې ونه کړی څهٔ چې زهٔ ورته وایم ، نو پهٔ جیل کښې به پروت وی اؤ ډېر بې عزته به شی۔ ف۵۱
ف۴۹: اوس زلیخې ته موقع پهٔ لاس ورغله چې دې ښځو ته پېغور ورکړی چې دا دے هغه ځوان چې زهٔ ورپسې لیونۍ یم ۔ پهٔ ما مو ملامته کؤله اوس دَ ځان خبر واخلیٔ چې پهٔ یو نظر لیدو درنه وار پار خطا شو۔
ف۵۰: دَ مجلس رنګ چې ېٔ وکتو نو زلیخې صفا صفا اقرار وکړو چې ما دَ دهٔ دَ زړهٔ راړؤلو کوشش کړے وهٔ خو دې داسې کلک وهٔ چې پهٔ هېڅ شان قبضه کښې رانهٔ غلو۔ دا قدرت دَ ښار دَ ښځو مخکښې خپله دَ زلیخې پهٔ خلهٔ دَ یوسفؑ دَ پاکیٔ ثبوت پیش کړو ۔ دَ زلیخې حال پهٔ دې وخت کښې داسې وهٔ لکه چا چې وئیلی دی:
لَا تَخَفْ مَا صَنَعَتْ بِكَ الْاَشْوَاق ،
وَاشْرَحْ هَوَاكَ فَکُلَّنَا عُشَّاق،
(تا باندې چې شوق څهٔ نخرې وکړې ویرېږه مهٔ صفا صفا حال ووایه مونږ ټول عاشقان یو دا وخت پهٔ مونږ هم تېر شوے دے)
ف۵۱: دَ زلیخې پهٔ دې خبرو کښې څهٔ خود غرضه ښځو ته خپله معذوری اؤ نامرادی ښکاره کؤل غرض وهٔ اؤ څهٔ ېٔ یوسفؑ پهٔ خپل حاکمانه طاقت خوفزده کؤلو چې بیا بل وخت راشی اؤ انکار ونهٔ کړی۔
قَالَ رَبِّ السِّجْنُ اَحَبُّ اِلَیَّ مِمَّا یَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَیْهِ١ۚ وَ اِلَّا تَصْرِفْ عَنِّیْ كَیْدَهُنَّ اَصْبُ اِلَیْهِنَّ وَ اَكُنْ مِّنَ الْجٰهِلِیْنَ۝۳۳
یوسفؑ ووې اے زما ربه قید مې خوښ دے دَ دې خبرې نه کومې ته چې مې دوی بلی۔ اؤ کهٔ تا لرې نهٔ کړو زما نه دَ دوی مکر ، نو زهٔ به دوی ته مائل شم، اؤ شم به بې عقله۔ ف۵۲
ف۵۲: معلومیږی داسې چې دَ زلیخې دې خبرو پهٔ هغه ښځو اثر وکړو اؤ ټولو یوسفؑ ته نصیحت شروع وکړو چې خپلې مالکې باندې داسې ظلم مهٔ کوه ۔ دَ دې خبره ومنه ستا پکښې فائده ده هسې ځان پهٔ مصیبت مهٔ اخته کوه ۔ کېدے شی چې ټولې دَ مخکښې نه زلیخې پهٔ دې راضی کړې وې ۔ اؤ یوسفؑ ته ېٔ دا بله ټګی جوړه کړے وه ۔ وائی چې دې ښځو پهٔ ظاهره خو دَ زلیخې مرسته کؤله اؤ پهٔ زړهٔ کښې هرې یوې ځان ته لار صفا کوله ۔ یوسفؑ چې ولیدل چې دا ټولې راپسې شوې اؤ شیطان راته دَ هر طرف نه جال غوړؤلے دے نو ډېر پهٔ عزم اؤ استقلال سره ېٔ دَ الله پهٔ درګاه کښې سوال وکړو چې اے الله تهٔ مې دَ دې ښځو دَ مکر اؤ فریب نه خلاص کړې۔ قید اؤ هره سخته مې قبوله ده خو چې دَ دې ګناه نه بچ شم اؤ کهٔ تا مې امداد ونهٔ کړو نو دا خطره ده چې دَ دوی پهٔ جال کښې راګېر شم اؤ کم عقل رانه جوړ شی۔ دلته دَ یوسفؑ پهٔ خلهٔ الله پاک دا ښئی چې دَ نبیانو پاکی اؤ استقامت هم دَ الله تعالیٰ پهٔ امداد کیږی ۔ نبیان پهٔ خپله پاکیٔ غاوره کیږی نه بلکې هر وخت ېٔ پهٔ خپل رب نظر وی۔
فَاسْتَجَابَ لَهٗ رَبُّهٗ فَصَرَفَ عَنْهُ كَیْدَهُنَّ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۳۴
نو قبوله کړه دَ هغهٔ رب دَ هغهٔ دعا ، اؤ لرې ېٔ کړو ترې دَ هغوی مکر، ف۵۳ بېشکه هم هغه اورېدونکے خبردار دے۔ ف۵۴
ف۵۳: یعنی الله پاک ورته استقامت ورکړو اؤ دَ هغوی داؤ پرې ونهٔ چلېدو۔
ف۵۴: یعنی الله پاک دَ هر چا دعا اوری اؤ دَ هر چا پهٔ حال خبر دے۔ شاه صاحب لیکی پهٔ ظاهره داسې معلومیږی چې هغهٔ قید غوښتې وهٔ نو قید شو لېکن حقیقت دا دے چې الله تعالیٰ ېٔ دومره دعا قبوله کړه چې دَ هغو دَ مکر نه بچ شو۔ باقی قید ېٔ خپله پهٔ قسمت کښې لیکلے وهٔ نو قید هم پکښې راغلو۔ بنیادم ته پکار دی چې دَ سختې پهٔ وخت کښې ځان ته دَ څهٔ بدیٔ سوال نهٔ کوی ۔ سوال دَ ښېګړې پکار دے۔ باقی هغه به کیږی چې څهٔ مقدره وی ۔ نو ترمذی شریف یو حدیث دے۔ نبی کریمﷺ دَ یو سړی دا دعا واؤرېده ”اَللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَسْئَلُكَ الصَّبْرَ“ (اے الله ما ته صبر راکړې) حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل: ”سَأَلْتَ اللہَ الْبَلَاءَ فَاسْئَلْهُ الْعَافِیَةَ“ (تا دَ الله پاک نه سخته وغوښته ځکه چې صبر پهٔ سخته کیږی اوس ترېنه راحته وغواړه)۔
ثُمَّ بَدَا لَهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَا رَاَوُا الْاٰیٰتِ لَیَسْجُنُنَّهٗ حَتّٰی حِیْنٍ۠۝۳۵
بیا دَ هغې خلقو فکر ته دا راغله دَ دې ثبوتونو لیدو نه پس چې قید کښې وساتی یوسفؑ تر څهٔ وخته ۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی سره دَ دې چې دَ یوسفؑ دَ پاکیٔ ډېر ثبوتونه ېٔ ولیدل بیا هم هغوی صلاح دا وکړه چې څهٔ موده ېٔ پهٔ جیل کښې واچوی ۔ چې عام خلق دا وګڼی چې زلیخا پاکه ده اؤ ګناه دَ یوسفؑ ده ۔ ګویا کهٔ زلیخې چې دَ قید کومه دپکه کړے وه هغه ېٔ رښتیا کړه ۔ دَ سړیو غرض دا وهٔ چې دې قید شی نو دَ زلیخې نه به دَ بدنامیٔ داغ لرې شی اؤ بل دا چې دې ترېنه څهٔ موده غائب شی نو بیا به ورته موقع پهٔ لاس نهٔ ورځی۔ اؤ چې څهٔ وخت تېر شی نو مینه به ېٔ هم سړه شی۔ خو دَ ښځې مطلب پهٔ قید کښې دا وهٔ چې دَ قید سخته ووینی نو دې به نرم شی اؤ بیا به مې چرته مطلب پوره کړی۔
وَ دَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَیٰنِ١ؕ قَالَ اَحَدُهُمَاۤ اِنِّیْۤ اَرٰىنِیْۤ اَعْصِرُ خَمْرًا١ۚ وَ قَالَ الْاٰخَرُ اِنِّیْۤ اَرٰىنِیْۤ اَحْمِلُ فَوْقَ رَاْسِیْ خُبْزًا تَاْكُلُ الطَّیْرُ مِنْهُ١ؕ نَبِّئْنَا بِتَاْوِیْلِهٖ١ۚ اِنَّا نَرٰىكَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ۝۳۶
اؤ ننوتل پهٔ قیدخانه کښې دَ هغهٔ سره دوه ځوانان۔ یو پکښې ووې زهٔ وینم (خوب کښې) چې نچوړوم شراب ۔ اؤ بل ووې چې زهٔ وینم چې زما پهٔ سر روټۍ دی چې مارغان دَ هغې نه خوری ، مونږ ته دَ دې تعبیر وښیه مونږ ته تهٔ نیک سړے ښکارې۔ ف۵۶
ف۵۶: یعنی چې یوسفؑ ېٔ جیل ته واستؤلو نو پهٔ دغه وخت کښې دوه ځلمی نور هم جیل ته ورغلهٔ چې پهٔ هغوی کښې یو دَ بادشاه (ریان بن الولید) نانبائی وهٔ اؤ بل ېٔ ساقی وهٔ (شراب څښؤنکے) دې دواړو باندې بادشاه ته دَ زهرو ورکؤلو دَ کوشش الزام وهٔ ۔ پهٔ قیدخانه کښې دَ یوسفؑ دَ دینداریٔ اؤ صداقت اؤ شرافت اؤ دَ خوب دَ صحیح تعبیر بیانؤلو شهرت وهٔ ۔ دا دواړه قیدیان هم دَ یوسفؑ دَ ښهٔ ځوانیٔ نه متاثره شوی وو ، نو یوه ورځ ېٔ ورته خپل خوبونه بیان کړل چې رښتونې تعبیر ېٔ راته وښئی ۔ ساقی ووې چې ما خوب لیدلے دے چې دَ بادشاه دپاره شراب نچوړوم ۔ نانبائی ووې ما خوب لیدلے دے چې پهٔ سر مې دَ روټیو ټوکرۍ دی اؤ مارغان پرې ټونګې وهی ترېنه ېٔ تښتوی۔
قَالَ لَا یَاْتِیْكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقٰنِهٖۤ اِلَّا نَبَّاْتُكُمَا بِتَاْوِیْلِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّاْتِیَكُمَا١ؕ ذٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِیْ رَبِّیْ١ؕ اِنِّیْ تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ هُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ۝۳۷
یوسفؑ ووې نهٔ به وی راغلے تاسو ته خوراک کوم چې روزانه درکؤلے شی، مګر زهٔ به درته تعبیر ووایٔم دَ دې خوراک دَ راتلو نه مخکښې۔ دا هغه علم دے چې ښیٔلے دے ما ته زما رب ، ما پریٔښې دے دین دَ هغه قوم ۔ چې ایمان نهٔ راؤړی پهٔ الله اؤ دَ آخرت نه هغوی منکر دی۔ ف۵۷
ف۵۷: یوسفؑ اول خو ورته تسلّی ورکړه چې ډېر ژر به درته تعبیر بیان کړم ۔ روزانه خوراک چې کوم تاسو ته راځی هغه به لا نهٔ وی راغلے چې زهٔ به درته تعبیر بیان کړم لېکن دَ خوب دَ تعبیر نه اول یوه بله ضروری خبره واؤریٔ چې زهٔ کسبی پال ګر یا نجومی نهٔ یم ۔ دا علم ما ته الله پاک راکړے دے۔ ځکه چې همېشه راسې دَ کافرو اؤ بت پرستو باطل دین پریٔښې دے اؤ دَ خپل پلار نیکهٔ حضرت ابراهیمؑ ، اسحاقؑ ، یعقوبؑ غوندې نبیانو تابعدار یم ۔ دَ توحید پهٔ لار روان یم اؤ دَ نبیانو طریقه اؤ خویونه عادتونه مې اختیار کړی دی ۔ زمونږ دَ ټولو نه اول غټه خبره دا ده چې پهٔ دنیا کښې یو څیز هم پهٔ هېڅ درجه کښې دَ الله پاک سره نهٔ شریکوؤ نهٔ پهٔ ذات کښې ، نهٔ پهٔ صفاتو کښې ، نهٔ پهٔ افعالو کښې، نهٔ پهٔ خداییٔ کښې اؤ نهٔ پهٔ عبادت کښې ۔ مونږ صرف دَ یو الله پهٔ دربار کښې سر ټیټوؤ اؤ یواځې پهٔ هغهٔ مو اعتماد دے ۔ یواځې دَ هغهٔ سره مو مینه ده اؤ خپل مرګ ژوند مو ټول هغهٔ ته حواله کړے دے ۔ بهرحال یوسفؑ پهٔ ډېره مؤثره طریقه اول قیدیانو ته دَ ایمان ترغیب ورکړو۔ دَ پېغمبرانو طریقه دا ده چې هېچرې دَ تبلیغ مناسب موقع نهٔ ضائع کوی ۔ یوسفؑ ولیدهٔ چې دَ دې قیدیانو پهٔ زړهٔ کښې زما سره مینه ده ۔ زهٔ ورته ښهٔ سړے ښکارم اؤ نن صبا پهٔ سخته کښې هم دی ۔ شاید چې زړهٔ ېٔ نرم شوے وی اؤ تبلیغ پرې اثر وکړی ۔ نو اول به ورته دَ دین خبرې وکړم بیا به ورته دَ خوب تعبیر بیان کړم ۔ دا تسلّی ېٔ مخکښې ورکړے ده چې ډېر وخت به پکښې نهٔ تېریږی دَ خوراک راتلو نه مخکښې به درته تعبیر واورؤم چې نصیحت ته غوږ پهٔ مینه کېږدیٔ ۔
تنبیه: اکثرو مفسرانو دَ ”لَا یَاْتِیْکُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهٖ“ الخ مطلب دا بیان کړے دے چې هره ورځ چې تاسو ته خوراک راځی نو دَ هغې دَ راتلو نه ورؤمبے به زهٔ تاسو ته خبر درکړم چې نن به پهٔ خوراک کښې دا دا څیزونه راځی نو چې دا درته ښیٔلے شم نو دَ خوب تعبیر څهٔ ګران دے ۔ یعنی اول ورته یوسفؑ خپلې معجزې طرف ته توجه ورکړه چې زما پهٔ نبوت ېٔ یقین وشی اؤ نصیحت ورباندې زیات اثر وکړی ۔ پهٔ دې شکل دَ یوسفؑ دا معجزه به هم دَ عیسٰیؑ پهٔ شان وی ۔ لکه چې هغهٔ خپلو ملګریو ته وئیلی وو۔ وَ اُنَبِّئُکُمْ بِمَا تَأْکُلُوْنَ وَ مَا تَدَّخِرُوْنَ فِیْ بُیُوْتِکُمْ ۔
(زهٔ خبر درکوم تاسو ته چې څهٔ خوریٔ اؤ څهٔ پهٔ کورونو کښې ذخیره کویٔ)
اکثرو مفسرانو دا مطلب لیکلے دے ۔ لېکن مترجمؒ دغه معنٰی اخستې ده کومه چې مونږ مخکښې بیان کړه ۔ حضرت شاه عبدالقادر صاحبؒ لیکلی دی ۔ دَ قید کېدو پهٔ وجه دَ دې ځوانانو زړهٔ دَ کافرو دَ محبّت نه موړ شوے وهٔ ۔ نو یوسفؑ دا خیال وکړو چې اول ورته دَ دین خبرې وکړم ۔ شاید چې زړهٔ ېٔ نرم شوے وی اثر پرې وکړی نو بیا به ورته دَ خوب تعبیر بیان کړم تسلّی ېٔ مخکښې ورکړے وه چې دَ روټۍ راتلو نه مخکښې به ورته تعبیر بیان کړی چې نصیحت پهٔ غور سره واؤری۔ مترجمؒ دَ شاه صاحبؒ دغه تفسیر خوښ کړے دے اؤ عام تفسیر ېٔ نهٔ دے خوښ کړے۔ والله اعلم
وَ اتَّبَعْتُ مِلَّةَ اٰبَآءِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ١ؕ مَا كَانَ لَنَاۤ اَنْ نُّشْرِكَ بِاللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ١ؕ ذٰلِكَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ عَلَیْنَا وَ عَلَی النَّاسِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ۝۳۸
اؤ تابعدار یم دَ خپل پلار نیکهٔ ابراهیمؑ اؤ اسحاقؑ اؤ یعقوبؑ دَ دین۔ زمونږ کار دا نهٔ دے چې شریک کړو دَ الله سره څهٔ شے ۔ دا دَ الله فضل دے ۔ پهٔ مونږ باندې اؤ پهٔ ټولو خلقو باندې لېکن اکثر خلق احسان نهٔ منی۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی زمونږ پهٔ توحید اؤ ملّت ابراهیمی باندې قائم پاتې کېدل یواځې زمونږ دپاره نه بلکې دَ ټول جهان دپاره دَ الله پاک دَ فضل اؤ رحمت سبب دے ۔ ځکه چې دَ خاندانِ ابراهیمی دَ شمع نه دَ نورو خلقو پهٔ زړونو کښې هم دَ ایمان شمع بلیږی لېکن افسوس دے چې ډېر خلق دَ دې نعمت قدر نهٔ کوی ۔ پکار خو دا وه چې احسان ېٔ منلے وې اؤ دَ توحید پهٔ لار روان شوی وې خو هغه ناشکره ترېنه انکار کوی اؤ دَ شرک اؤ ګناه پهٔ لار روان وی ۔
یٰصَاحِبَیِ السِّجْنِ ءَاَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُوْنَ خَیْرٌ اَمِ اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُؕ۝۳۹
اے زما دَ قید ملګریو آیا جدا جدا ګڼ خدایان بهتر دی ، اؤ کهٔ یواځې زبردست الله۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی دَ جدا جدا شکلونو بتان چې تاسو ورباندې دَ خداییٔ اختیارات پخپله تقسیم کړی دی نو دَ دې ګڼو بتانو عبادت ښهٔ دے اؤ کهٔ دَ یو زبردست الله چې دَ تمام مخلوق کامل مالک دے اؤ دَ هر څهٔ اختیار یواځې ورسره دے چې دَ هغهٔ دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ بل هېچا حکم نهٔ چلیږی نهٔ دَ هغهٔ دَ اختیار نه څوک وتې شی اؤ نهٔ ېٔ دَ حکم نه چرته تښتېدے شی ۔ نو اوس خپله سوچ وکړیٔ چې دَ عبادت قابل څوک دے ۔ دغه زبردست الله کهٔ دغه کمزوری بتان؟
مَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلَّاۤ اَسْمَآءً سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَ اٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ١ؕ اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ١ؕ اَمَرَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ١ؕ ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۴۰
عبادت نهٔ کویٔ تاسو بې دَ الله نه مګر دَ تشو نومونو چې یٔښی دی تاسو اؤ ستاسو پلار نیکهٔ، نهٔ دے راستؤلے الله پهٔ دې باندې څهٔ دلیل، ف۶۰ نشته حکومت دَ بل چا بې دَ الله نه۔ هغهٔ حکم کړے دے چې عبادت مهٔ کویٔ دَ هېچا بې دَ هغهٔ نه ۔ ف۶۱ هم دغه ده نېغه لاره ۔ خو اکثر خلق نهٔ پوهیږی۔ ف۶۲
ف۶۰: یعنی هسې بې دلیله خبرې کویٔ او څهٔ بې ډبه نومونه مو ورته خپله جوړ کړی دی چې هېڅ حقیقت ېٔ نشته اؤ نهٔ ورسره پهٔ حقیقت کښې څهٔ اختیار شته ۔ نو دَ داسې بې حقیقته خدایانو پهٔ عبادت خو بنیادم ته شرم ورتلهٔ پکار دی۔
ف۶۱: یعنی پخوا راسې مخلوق ته دَ نبیانو پهٔ خلهٔ دا حکم را استوی چې دَ الله سره هېڅوک مهٔ شریکویٔ ۔ یواځې دَ الله عبادت کویٔ ۔ توحید دَ ټولو آسمانی مذهبونو بنیاد دے۔
وَسْئَلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ (سورتِ زخرف، رکوع ۴)
اؤ دَ هغه رسولانو نه تپوس وکړه کوم چې مونږ مخکښې راستؤلی دی آیا مونږ اجازت درکړے دے چې دَ یو الله نه علاوه دَ نورو معبودانو عبادت وکړې شی) همېشه راسې ټولو رسولانو دَ توحید تبلیغ کړے دے۔
ف۶۲: یعنی دَ توحید پهٔ لار کښې هېڅ کوږوالے نشته ۔ نېغه صفا لاره ده چې بې خطره پرې بنده الله ته رسی ۔ لېکن اکثر خلق دَ خپل حماقت یا حسد پهٔ وجه پهٔ دې هم نهٔ پوهیږی چې دغه لار نېغه ده ۔
یٰصَاحِبَیِ السِّجْنِ اَمَّاۤ اَحَدُكُمَا فَیَسْقِیْ رَبَّهٗ خَمْرًا١ۚ وَ اَمَّا الْاٰخَرُ فَیُصْلَبُ فَتَاْكُلُ الطَّیْرُ مِنْ رَّاْسِهٖ١ؕ قُضِیَ الْاَمْرُ الَّذِیْ فِیْهِ تَسْتَفْتِیٰنِؕ۝۴۱
اے زما دَ قیدخانې ملګریو ، یو چې پهٔ تاسو کښې دے نو وبه څښوی پهٔ خپل مالک شراب ، اؤ دا دویٔم به پهٔ سولۍ شی ۔ نو وبه خوری مارغان دَ هغهٔ دَ سر نه ۔ فیصله شوه دا خبره دَ کومې چې تاسو تحقیق غوښتو ۔ ف۶۳
ف۶۳: دَ تبلیغ فریضه پوره کؤلو نه پس یوسفؑ هغوی ته دَ خوب تعبیر بیان کړو چې چا خوب لیدلے دے چې پهٔ بادشاه شرام څښوم دَ هغې تعبیر دا دے چې دَ قید نه به خلاص شی اؤ بیا به دَ بادشاه ساقی شی اؤ دَ چا پهٔ سر چې مارغانو روټۍ خوړې دَ دې مطلب دا دے چې دې به پهٔ دار کیږی اؤ مارغان به ترېنه غوښې شوکوی۔ دا دَ قدرت فیصله ده چې پهٔ هېڅ شان نهٔ شی بدلېدے ۔ ستاسو دَ خوبونو تعبیر هم دغه دے اؤ دا بالکل یو حقیقت دے چې دَ دې خلاف ممکن نهٔ دے ۔ اؤ هم دغه شان وشوه پهٔ ساقی الزام غلط وختو خلاص شو اؤ بیا دَ بادشاه ساقی شو ۔ اؤ پهٔ نانبائی جرم ثابت شو اؤ پهٔ دار شو۔
وَ قَالَ لِلَّذِیْ ظَنَّ اَنَّهٗ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِیْ عِنْدَ رَبِّكَ١٘ فَاَنْسٰىهُ الشَّیْطٰنُ ذِكْرَ رَبِّهٖ فَلَبِثَ فِی السِّجْنِ بِضْعَ سِنِیْنَؕ۠۝۴۲
اؤ ووې یوسفؑ هغه کس ته پهٔ چا چې ېٔ ګمان وهٔ چې دې بچ کېدونکے دے پهٔ دې دواړو کښې ، زما ذکر وکړه خپل مالک سره ، ف۶۴ نو هېر کړو هغه سړی نه شیطان دَ دهٔ ذکر دَ مالک سره ، نو پاتې شو پهٔ قید کښې څو کلونه ۔ ف۶۵
ف۶۴: دلته ظن دَ یقین پهٔ معنٰی کښې دے لکه ”اَللَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلَاقُوْا رَبِّهِمْ“ کښې چې دے ۔ یعنی دَ یوسفؑ چې دَ چا پهٔ خلاصېدو یقین وهٔ هغهٔ ته ېٔ ووې چې دَ بادشاه سره زما ذکر وکړه چې دغه شان یو نیک سړے بې قصوره پهٔ جیل کښې پروت دے ۔
ف۶۵: یعنی شیطان هغه سړے پهٔ نورو کارونو کښې داسې بوخت کړو چې دَ یوسفؑ خبره ترېنه هېره شوه ۔ نتیجه دا شوه چې یوسفؑ ډېر کاله دغه شان جیل کښې تېر کړل۔ ډېره موده پس چې بیا بادشاه داسې خوب ولیدو چې بل چا ېٔ تعبیر نهٔ شو کؤلے نو دغه ساقی ته یوسفؑ رایاد شو لکه چې آیت کښې وروستو راځی۔ دلته دَ هېر نسبت شیطان ته ځکه شوے دے چې زړهٔ کښې وسوسې شیطان اچوی اؤ دغه وسوسې دَ هېر سبب جوړیږی لکه دَ موسٰیؑ دَ سفر ملګری چې وئیلی وو۔ وَ مَآ اَنْسَانِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنَ اَنْ اَذْکُرَهٗ (اؤ زما نه دا خبره بې دَ شیطان نه بل چا نهٔ ده هېره کړے چې تا ته مې وئیلی وې) لېکن پهٔ هر یو شر کښې الله پاک دَ خیر هم یو اړخ مقرر کړے وی۔ دلته اګرچې دَ هغه سړی دَ هېرو پهٔ وجه یوسفؑ ډېره موده جیل کښې تېره کړه ، بیا هم دَ حضرت شاه صاحبؒ دَ باریک بینیٔ مطابق دلته یوسفؑ ته دا تنبیه وشوه چې دَ یو پېغمبر پهٔ زړهٔ کښې ظاهری اسبابو ته ځائې ورکؤل نهٔ دی پکار هر څهٔ خپل الله ته سپارل پکار دی۔ بلکې ابن جریرؒ اؤ بغویؒ اؤ ځنی نورو مشرانو خو پهٔ ” اَنْسٰىهُ الشَّیْطٰنُ ذِكْرَ رَبِّهٖ “ کښې ضمیر یوسفؑ ته راجع کړے دے ۔ ګویا ”اذکرنی عند ربك“ چې ېٔ وې دا یو قسم غفلت وهٔ چې دَ یوسفؑ نه وشو۔ هغهٔ قیدی ته ووې چې تهٔ دَ خپل مالک (بادشاه) سره زما ذکر وکړه اؤ دهٔ خپل مالک هېر کړو ۔ پکار دا وه چې داسې سخته کښې ېٔ ظاهری اسباب پریٔښې وې اؤ صرف خپل رب ته ېٔ فریاد کړے وې۔ بېشکه دَ سختې لرې کؤلو دپاره ظاهری اسباب لټؤل حرام نهٔ دی لېکن حَسَنَاتُ الْاَبْرَارِ سَیِّئَاتُ الْمُقَرَّبِیْنَ (دَ نیکانو ځنې نیکیٔ هم دَ ډېرو نژدے کسانو پهٔ حق کښې بدیٔ وی) دَ کومو خبرو چې عامو مسلمانانو ته اجازت دے ، دَ پېغمبر دَ وچتې مرتبې پهٔ لحاظ هغه ګناه ګڼلے شی ۔ دَ امتحان پهٔ وخت کښې دَ نبی وچت مقام دا غواړی چې انتهائی عزیمت باندې چلیږی اؤ رحصت ته نظر هم نهٔ کوی۔ نو دَ یوسفؑ ”اذکرنی عند ربك “ وینا دَ عزیمت خلاف وه ځکه ورباندې عتاب وشو اؤ ډېر کلونه جیل کښې پاتې شو اؤ ځکه دَ دې هېر نسبت شیطان ته شوے دے۔ زیاتی تفسیر پهٔ روح المعانی کښې وګوریٔ۔
وَ قَالَ الْمَلِكُ اِنِّیْۤ اَرٰی سَبْعَ بَقَرٰتٍ سِمَانٍ یَّاْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَّ سَبْعَ سُنْۢبُلٰتٍ خُضْرٍ وَّ اُخَرَ یٰبِسٰتٍ١ؕ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَاُ اَفْتُوْنِیْ فِیْ رُءْیَایَ اِنْ كُنْتُمْ لِلرُّءْیَا تَعْبُرُوْنَ۝۴۳
اؤ ووې بادشاه زهٔ پهٔ خوب کښې وینم ووهٔ (۷) غواګانې څربې چې خوری هغو لره ووهٔ (۷) غواګانې خوارې اؤ ووهٔ وږی شنهٔ اؤ نور ووهٔ وچ ۔ ف۶۶ اے درباریانو، تعبیر بیان کړیٔ ما ته دَ دې خوب ، کهٔ ویٔ تاسو دَ خوب تعبیر بیانونکی۔ ف۶۷
ف۶۶: چې وچ وږی شنو پورې نښلی هغه هم دَ ځان سره وچوی۔ دا خوب دَ مصر بادشاه ریان بن ولید لیدلے وهٔ ۔ کوم چې آخرکار دَ یوسفؑ دَ خلاصی اؤ پهٔ ظاهره دَ وچتې مرتبې حاصلؤلو سبب شو۔ دَ یوسفؑ پهٔ قصه کښې ځائې پهٔ ځائې خبردارے ورکړې شوے دے چې الله پاک کوم کار کؤل غواړی نو پهٔ داسې ناشنا طریقه ورته وسیله جوړه کړی چې دَ بنیادم پهٔ خیال کښې هم نهٔ راځی۔
ف۶۷: یعنی کهٔ تاسو پهٔ دې فن کښې دَ څهٔ کمال دعویٰ کویٔ نو زما دَ دې خوب تعبیر بیان کړیٔ۔
قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍ١ۚ وَ مَا نَحْنُ بِتَاْوِیْلِ الْاَحْلَامِ بِعٰلِمِیْنَ۝۴۴
هغوی ووې چې دا هسې ګډوډ خوبونه دی ، اؤ مونږ ته دَ داسې خوبونو تعبیر نهٔ دے معلوم۔ ف۶۸
ف۶۸: معلومیږی داسې چې هغوی پهٔ دې فن کښې بالکل جاهلان وو۔ دَ خپلې ناپوهیٔ اقرار ېٔ کؤلے نهٔ شو نو بادشاه ته ېٔ ووې چې دا هسې پریشان خوب دے څهٔ خاصه خبره پکښې نشته ۔ اکثر خلق داسې خوبونه وینی چې هېڅ حقیقت ېٔ نهٔ وی۔ نو مونږ دَ داسې خوب تعبیر نهٔ شو کؤلے۔
وَ قَالَ الَّذِیْ نَجَا مِنْهُمَا وَ ادَّكَرَ بَعْدَ اُمَّةٍ اَنَا اُنَبِّئُكُمْ بِتَاْوِیْلِهٖ فَاَرْسِلُوْنِ۝۴۵
اؤ ووې هغه کس چې بچ شوے وهٔ پهٔ هغه دوؤ کښې اؤ رایاد شو ورته ډېره موده پس، زهٔ به درته دَ دې خوب تعبیر راؤړم نو تاسو ما واستویٔ۔ ف۶۹
ف۶۹: چې درباریان دَ تعبیر بیانؤلو نه انکاری شو نو ساقی پرې دَ جیل نه راخلاص شوے وهٔ اؤ یوسفؑ ورته دَ خوب صحیح تعبیر بیان کړے وهٔ ۔ هغهٔ ته یوسفؑ رایاد شو (چې هغه به ېٔ صحیح تعبیر باندې پوهه شی) نو بادشاه ته ېٔ ووې چې ما ته تر جیلخانې تلو اجازت راکړې زهٔ به درته پهٔ یو درنګ کښې تعبیر راؤړم ۔ پهٔ جیلخانه کښې یو داسې پاک سړے شته چې هغه دَ خوب پهٔ تعبیر پوهیږی۔ زهٔ هغهٔ ته ورځم کېدے شی چې خپله دَ خوب قصه ېٔ ورته هم بیان کړے وی نو هغه جیلخانې ته لاړو اؤ یوسفؑ ته ېٔ داسې خبره وکړه کومه چې مخکښې آیت کښې راځی۔
یُوْسُفُ اَیُّهَا الصِّدِّیْقُ اَفْتِنَا فِیْ سَبْعِ بَقَرٰتٍ سِمَانٍ یَّاْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَّ سَبْعِ سُنْۢبُلٰتٍ خُضْرٍ وَّ اُخَرَ یٰبِسٰتٍ١ۙ لَّعَلِّیْۤ اَرْجِعُ اِلَی النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۴۶
یوسفؑ ته لاړو ، اے رښتونیه ، ف۷۰ مونږ ته تعبیر بیان کړه دَ دې خوب چې ووهٔ غواګانې څربې دی چې خوری ېٔ ووهٔ غواګانې خوارې اؤ ووهٔ وږی شنهٔ اؤ نور وچ دی ۔ چې زهٔ دا خلقو ته یوسم ۔ شاید چې هغوی پوهه شی۔ ف۷۱
ف۷۰: اَیُّهَا الصِّدِّیْقُ“ وینا مطلب دا دے چې تهٔ بالکل رښتونې ئ۔ ستا هره خبره رښتیا وی۔ تهٔ چې دَ خوب کوم تعبیر بیان کړې هم هغه شان کیږی۔ دا الفاظ څرګند دی چې دَ نبیانو صداقت څنګه دَ عامو خلقو پهٔ زړهٔ کښې ناست وی۔
ف۷۱: یعنی دَ خوب پهٔ تعبیر پوهه شی اؤ دَ دې پهٔ وجه ورته دَ یوسفؑ قدر معلوم شی۔
قَالَ تَزْرَعُوْنَ سَبْعَ سِنِیْنَ دَاَبًا١ۚ فَمَا حَصَدْتُّمْ فَذَرُوْهُ فِیْ سُنْۢبُلِهٖۤ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّا تَاْكُلُوْنَ۝۴۷
یوسفؑ ووې تاسو به کرونده وکړیٔ ووهٔ کاله پرله پسې۔ نو چې کوم وریبیٔ هغه خپلو وږیو کښې پرېږدیٔ مګر څهٔ لږ چې تاسو خوریٔ۔
ثُمَّ یَاْتِیْ مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ یَّاْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّا تُحْصِنُوْنَ۝۴۸
بیا به راشی دَدې نه پس ووهٔ کاله دَ سختیٔ چې وبه خوریٔ پکښې څهٔ چې تاسو سنبال کړی وی دَ دې دپاره مګر څهٔ لږ غوندې کوم چې بچ کړیٔ دَ تخم دپاره۔
ثُمَّ یَاْتِیْ مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ عَامٌ فِیْهِ یُغَاثُ النَّاسُ وَ فِیْهِ یَعْصِرُوْنَ۠۝۴۹
بیا به راشی دَ دې سختیٔ نه پس یو کال چې پکښې به وشی ښهٔ بارانونه پهٔ خلقو اؤ پهٔ دې کښې به خلق رس نچوړوی۔ ف۷۲
ف۷۲: یوسفؑ ورته پهٔ تعبیر بیانؤلو کښې څهٔ وخت تېر نهٔ کړو۔ نهٔ ېٔ ورباندې څهٔ قید کښېښو ، نهٔ ېٔ هغه سړے ملامته کړو چې پهٔ دومره موده کښې دې هیله نن یاد شوم۔ دَ دې نه دَ نبیانو دَ وچتو اخلاقو اندازه لګېدے شی ۔ بیا هغهٔ تش دَ خوب تعبیر غوښتو۔ یوسفؑ ورته درے خبرې وښیٔلے۔ (۱) دَ خوب تعبیر، (۲) دَ هغې تدبیر اؤ (۳) خوشخبری۔ دَ هغهٔ دَ بیان خلاصه دا ده چې ووهٔ څربې غواګانې اؤ ووهٔ شنهٔ وږی ووهٔ کاله دی چې پهٔ دې کښې به ښهٔ آبادی وی ، فصلونه به ډېر وشی ، څاروی به ښهٔ څاربهٔ شی۔ دې نه پس به ووهٔ کاله قحطی وی۔ باران به نهٔ کیږی۔ فصلونه به نهٔ وی۔ مالونه به خوار شی۔ اؤ چا چې پهٔ تېرو آبادو کالونو کښې څهٔ جمع کړی وی هغه به پهٔ دې سخته کښې وخوری۔ صرف دَ تخم دپاره به لږه غله پاتې شی۔ دا ووهٔ خوارې غواګانې اؤ ووهٔ وچ وږی دی چې څربې غواګانې خو اؤ شنهٔ وږی رانغاړی۔ دَ تعبیر بیانؤلو سره سره ورته یوسفؑ دَ انسانی همدردیٔ پهٔ وجه چل هم وښیٔلو چې آبادو کالونو کښې چې پیداوار زیات وشی نو هغه ښهٔ پهٔ حفاظت وساتیٔ اؤ پهٔ اندازه اندازه دَ خوراک دپاره ترېنه لږ لږ را اخلیٔ ۔ زیاتی غله هم دغسې پهٔ خپلو وږیو کښې سنباله کړیٔ نو خرابیږی به نه۔ اؤ پهٔ دې طریقه به دَ آبادو کالونو پیداوار قحط کښې پکار راشی۔ کهٔ دا غله محفوظ نهٔ شی نو ووهٔ کاله قحط کښې ګذاره مشکله ده۔ اؤ بیا ېٔ ورته خوشخبری هم واورؤله۔ چې ووهٔ کاله قحط نه پس کال کښې به ښهٔ بارانونه وشی۔ ملک به آباد شی۔ فصلونه اؤ مېوې به ډېرې وشی (شاید چې دا ورته دَ وحې پهٔ ذریعه معلومه شوے وی)۔ مالونه به څاربهٔ شی۔ پئ به ډېر وی اؤ دَ مېوو نه به خلق رس وباسی۔ دَ انګورو نه به شراب جوړوی ( دغه سړے ساقی وهٔ نو دا خبره ېٔ دَ هغهٔ دَ حال مناسب وکړه چې دې هم خوشحاله شی)۔
وَ قَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖ١ۚ فَلَمَّا جَآءَهُ الرَّسُوْلُ قَالَ ارْجِعْ اِلٰی رَبِّكَ فَسْـَٔلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ الّٰتِیْ قَطَّعْنَ اَیْدِیَهُنَّ١ؕ اِنَّ رَبِّیْ بِكَیْدِهِنَّ عَلِیْمٌ۝۵۰
اؤ بادشاه ووې (دا سړے) ما ته راولیٔ ۔ بیا کله چې راغلو هغهٔ ته استازې ، یوسفؑ ووې واپس لاړ شه خپل مالک ته تپوس ترې وکړه چې څهٔ حقیقتِ حال دے دَ هغه ښځو چې لاسونه ېٔ پرې کړل۔ ف۷۳ بېشکه زما رب دَ هغوی پهٔ فریب ښهٔ خبر دے۔ ف۷۴
ف۷۳: بادشاه مخکښې خو دَ ساقی دَ خبرو نه هم پهٔ یوسفؑ عقیده راغلے وه چې دَ خوب تعبیر ېٔ داسې صفا واورېدو اؤ ورسره ېٔ دَ مخلوق دَ همدردیٔ خبرې اؤ دَ قحط نه دَ بچ کېدو تدبیر هم واورېدو نو دَ هغهٔ عقل ، علم اؤ نیکی ېٔ ښهٔ پهٔ زړهٔ کښې ننوته ، حکم ېٔ وکړو چې داسې هوښیار سړے خو ما ته راولیٔ چې مخامخ ورسره خبرې وکړم اؤ دَ هغهٔ دَ مرتبې قابل قدر اؤ عزت ېٔ وکړم ۔ استازی یوسفؑ ته دَ بادشاه پیغام ورسؤلو۔ خو دَ هغهٔ پهٔ نظر کښې دَ دنیا دَ قدر اؤ عزت نه زیات خپل اخلاق اؤ دینی پوزیشن صفا کؤل ضروری وو هغهٔ ته دا معلومه وه چې دَ پېغمبر متعلق معمولی غوندې شک هم دَ هدایت اؤ اصلاح پهٔ کار کښې غټ خنډ پیدا کوی اؤ کهٔ نن زهٔ دَ بادشاه پهٔ بلنه چپ چاپ دَ قیدخانې نه ووځم۔ اؤ دَ کوم تهمت پهٔ سبب چې مې دومره قید تېر کړو هغه تهمت صفا نه کړم نو کېدے شی چې ډېر ناخبره خلق زما دَ پاکیٔ متعلق هم دغسې شک من پاتی شی اؤ وروستو بیا دښمنان دَ دې شک نه غلطه فائده واخلی اؤ زما متعلق دَ دروغو خبرې خورې کړی۔ نو هغهٔ دَ قیدخانې نه وتو کښې تلوار ونهٔ کړه اؤ قاصد ته ېٔ ووې چې بادشاه ته واپس لاړ شه اؤ ورته ووایه چې دَ هغه ښځو دَ واقعې حقیقت معلوم کړی چا چې پهٔ دعوت کښې لاسونه غوڅ کړی وو۔ حضرت یوسفؑ ته دَ هغه ښځو نومونه خو نهٔ وو معلوم خو دا خیال ېٔ وکړو چې دا خبره به پټه نهٔ وی پاتې۔ ضرور به مشهوره شوے وی نو دَ دغې واقعې یوه خاصه نخښه لاس غوڅؤل ېٔ بادشاه ته وښیٔل چې هغه پوره تحقیق وکړی اؤ دَ واقعې پته ولګوی نو هغه ښځې به ورته صحیح حال ووائی چې ګناه دَ چا ده۔ (ځکه چې ذلیخې خو هغوی ته حال وئیلے وهٔ) بنی کریمﷺ دَ یوسفؑ دَ صبر اؤ استقلال تعریف دَ بخاری اؤ مُسلم پهٔ صحیح احادیثو کښې پهٔ دې الفاظو کړے دے۔
لَوْ لَبِثْتُ فِی السِّجْنِ مَا لَبِثَ یُوْسُفُؑ لَاَجَبْتُ الدَّاعِیَ۔
(کهٔ زهٔ پهٔ قید کښې دومره پاتې شوے وې څومره چې یوسفؑ پاتې وهٔ نو ما به بلنه قبوله کړے وه یعنی فورًا به ورسره لاړ وم)
عالمانو وئیلی دی چې دې حدیث کښې دَ یوسفؑ دَ صبر اؤ استقلال تعریف سره پهٔ لطیفه طریقه دَ خپل کامل عبدیت اظهار دے ( دَ دې پوره تفصیل ما دَ مسلم شریف پهٔ شرح فتح الملهم کښې کړے دے دلته دَ تفصیل ګنجائش نشته)۔
ف۷۴: حضرت یوسفؑ دَ ټولو فریب ووې ځکه چې کهٔ فریب پهٔ حقیقت کښې دَ یوې وهٔ خو دا نورې ېٔ ملګرے وې۔ اؤ دَ اصل فریب کؤنکی نوم ېٔ دَ حیا اؤ دَ هغې دَ حق پرورش پهٔ وجه څرګند نهٔ کړو۔ اؤ دا ورته پته وه چې آخر به اصل حقیقت خپله څرګند شی (نو زما څرګندؤلو ته ېٔ ضرورت نشته)۔
قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ اِذْ رَاوَدْتُّنَّ یُوْسُفَ عَنْ نَّفْسِهٖ١ؕ قُلْنَ حَاشَ لِلّٰهِ مَا عَلِمْنَا عَلَیْهِ مِنْ سُوْٓءٍ١ؕ قَالَتِ امْرَاَتُ الْعَزِیْزِ الْـٰٔنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ١٘ اَنَا رَاوَدْتُّهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ وَ اِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِیْنَ۝۵۱
بادشاه ښځو ته ووې دا ستاسو څنګه واقعه ده ، کله چې تاسو یوسفؑ غلؤلو دَ خپل نفس دَ حفاظت نه، ف۷۵ ټولو ووې حاشا لِله مونږ ته خو نهٔ دے معلوم پهٔ هغهٔ کښې څهٔ خرابے ۔ ووې دَ عزیز ښځې ، اوس څرګنده شوه رښتیا خبره ۔ ما کوشش کړے وهٔ دَ هغهٔ دَ غلؤلو اؤ هغه رښتونې دے۔ ف۷۶
ف۷۵: بادشاه ښځې راجمع کړې اؤ پهٔ داسې طریقه ېٔ ترېنه تپوس وکړو لکه چې هغهٔ ته دَ واقعې اصل حقیقت ټول معلوم وی چې دوی دروغ ونهٔ وئیلی شی۔ څهٔ پرې دَ یوسفؑ دَ صبر و استقلال اثر هم شوے وهٔ ۔ اؤ څهٔ ورته دَ هغهٔ دَ الفاظو ”اِنَّ رَبِّیْ بِكَیْدِهِنَّ عَلِیْمٌ “ نه هم معلومه شوه چې فریب دَ ښځو وهٔ ۔ هلته به ورته ساقی هم دَ یوسفؑ دَ پاکبازیٔ اؤ نیکیٔ قیصې کړے وی نو یقین ېٔ وشو چې یوسفؑ رښتونې اؤ پاک دے اؤ مکر اؤ ګناه ټوله دَ ښځو ده۔
ف۷۶: دَ ټولو ښځو دَ ګواهیٔ نه پس زلیخې هم صفا اقرار وکړو چې ګناه زما وه۔ یوسفؑ رښتونې دے۔ ما ځان ته راړؤلو لېکن هغه زما پهٔ داؤ کښې کله راتلو۔
ذٰلِكَ لِیَعْلَمَ اَنِّیْ لَمْ اَخُنْهُ بِالْغَیْبِ وَ اَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ كَیْدَ الْخَآىِٕنِیْنَ۝۵۲
(یوسفؑ ووې) دا ځکه چې عزیز ته معلومه شی چې ما دَ هغهٔ خیانت نهٔ دے کړے پهٔ پټه ۔ اؤ دا چې الله نهٔ کامیابوی فریب دَ خیانت ګرو۔ ف۷۷
ف۷۷: یعنی ما دَ دې خبرې دومره تحقیق ځکه وکړو چې خلقو ته زما پاکی اؤ ایمانداری څرګنده شی اؤ خلقو ته دا معلومه شی چې دَ خیانت ګرو اؤ فریب کارو فریب الله پاک نهٔ کامیابوی نو دَ ښځو فریب ونهٔ چلېدو اؤ حق کامیاب شو۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔