پارہ 15

سُوْرَةُ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْل مَکِّیَةٌ وَّ هِیَ مِائَةٌ اِخْدےٰ عَشَرَةَ اٰیَةِ وَّ اِثْنَا عَشَرَ رُکُوْعًا ۔
سورتِ بنی اسرائیل مکّه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې یو سل اؤ یوولس (۱۱۱) آیتونه اؤ دولس رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع کوم دَ الله پهٔ نوم سره چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰی بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَی الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا الَّذِیْ بٰرَكْنَا حَوْلَهٗ لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا١ؕ اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ۝۱
پاک دے هغه ذات ف۱ چې بوېٔ تلو خپل بنده شپه پهٔ شپه دَ مسجد حرام نه مسجد اقصٰی پورې ف۲ کوم چې راګېر کړے دے زمونږ برکت دپاره دَ دې چې ورته وښیٔو دَ خپل قدرت څهٔ نمونې ف۳ هم هغه اورېدونکے دے ، لیدونکے دے ۔ ف۴
ف۱: یعنی دَ الله تعالیٰ ذات مبارک دَ هر قسمه نقص اؤ قصور اؤ هر قسم ضعف اؤ عجز نه پاک دے ۔ هره هغه خبره چې زمونږ پهٔ خیال کښې بې انتها عجیبه معلومیږی اؤ زمونږ ناقص عقلونه هغه بېحده مستبعده ګڼی ، دَ الله تعالیٰ دَ قدرت اؤ مشیت پهٔ وړاندې هغه هېڅ مشکل نهٔ ده ۔
ف۲: یعنی یواځې دَ شپې پهٔ یوې محدودې حصې کښې خپل ډېر مخصوص اؤ مقرب بنده محمّد رسول اللهﷺ ېٔ دَ مکّې معظّمې دَ حرم نه بیت المقدس پورې بوتلو ۔ دَ دغه سفر غرض څهٔ وهٔ؟ مخکښې پهٔ ”لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا“ کښې ېٔ دَ هغې طرف ته اشاره فرمائیلے ده ۔ حاصل ېٔ دا دے چې پخپله هم دغه سفر کښې یا ”بیت المقدس“ نه وړاندې بل چرته ېٔ بوتلو سره دَ خپل قدرت عظیم الشانې نخښانې اؤ دَ حکمت نه ډک دَ انتظاماتو عجیبه نمونې ورته ښودل منظور وو ۔ دَ ”النجم“ پهٔ سورت کښې دَ دغه آیتونو څهٔ ذکر شوے دے چې دَ هغې نه ظاهریږی چې حضور اکرمﷺ ”سدرة المنتهٰی“ پورې تشریف وړې وهٔ ۔ اؤ دَ نهایت عظیم الشانو نخښانو مشاهده ېٔ وفرمائیله ۔ ”وَ لَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی۝ عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی۝ عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی۝ اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۝ مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی۝ لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْکُبْرٰی۝“ (سوره النجم ، رکوع ۱)
دَ علماؤ پهٔ اصطلاح کښې دَ مکّې معظّمې نه تر بیت المقدس پورې سفر ته ”اسراء“ اؤ له هغه ځائې نه تر ”سدرة المنتهٰی“ پورې سیاحت ته ”معراج“ وائی ۔ اؤ ډېر ځلې دَ دغه دواړو سفرونو مجموعې پهٔ هم دغه یو لفظ دَ ”اسراء“ یا ”معراج“ سره تعبیر کیږی ۔ دَ ”معراج“ احادیث تقریبًا دَ دېرشو صحابه ؤؓ نه منقول دی چې پهٔ هغې کښې دَ ”معراج“ اؤ ”اسراء“ واقعات پهٔ تفصیل سره بیان شوی دی ۔ دَ اسلافو اؤ دَ اخلافو دَ جمهورو عقیده دا ده چې حضور اکرمﷺ پهٔ ویښه معراج ته بللې شوے دے ۔ صرف دوه درے صحابه ؤؓ اؤ تابعینو نه منقول دی چې دَ ”اسراء“ اؤ ”معراج“ واقعه دَ منام (خوب) پهٔ حالت کښې دَ یو عجیب و غریب خوب پهٔ شان ده لکه چې پهٔ دغه سورت کښې وروستو له دې نه دَ ”وَمَا جَعَلْنَا الرُّءْیَا الَّتِیْۤ اَرَیْنٰكَ“ الآیة کښې راځی ۔ دَ دې نه دا حضرات استدلال کوی ۔ دَ اسلافو نه دا دَ چا قول نهٔ دے چې معراج دَ بیداریٔ پهٔ حالت کښې محض روحانی طور باندې شوے وی لکه چې دَ ځنو حکماؤ اؤ صوفیاؤ پهٔ مذاق دَ هغې تجویز کېدلے شی ۔ پهٔ ”روح المعانی“ کښې راغلی دی : ”وَ لَیْسَ مَعْنَی الْاِسْرَاء بِالرُّوْحِ الذِّھَابُ یُقْظَةً کَالْاِنْسِلَاخِ الَّذِیْ ذَهَبَ اِلَیْهِ الصُّوْفِیَةُ وَالْحُکْمَاءُ فَاِنَّهٗ وَ اِنْ کَانَ خَارِقًا لِلْعَادَةِ وَ مَحِلًّا للِتَّعَجُّبِ اَیْضًا اِلَّا اَنَّهٗ اَمْرٌ لَا تَعْرِفُهٗ الْعَرَبُ وَلَمْ یَذْهَبْ اِلَیْهِ اَحَدٌ مِنَ السَّلَفِ“ بېشکه ابن القیمؒ پهٔ ”زاد المعاد“ کښې دَ عائشې صدیقې، معاویه اؤ حسن بصری رضی الله تعالیٰ عنهم اجمعین دَ مسلک توجیه پهٔ دغه شان سره کړے ده لېکن پهٔ هغې باندې ېٔ څهٔ نقل نهٔ دے پیش (وړاندې) کړے اؤ محض دَ ظن اؤ تخمین نه ېٔ کار اخستې دے ۔ ابنِ اسحاق وغېره چې دَ هغوی نه کوم روایتونه نقل کړی دی پهٔ هغې کښې دَ حالتِ بیداریٔ اؤ روحانی سفر الفاظ نشته ۔ بهرحال قرآن کریم چې دا واقعه څومره اهتمام سره بیان کړے ده اؤ څومره زور اؤ طاقت چې مخالفینو دَ دې پهٔ انکار کښې لګؤلے دے ۔ تر دې چې ځنی مسلمانان هم پکښې ګډ وډ شوی وو ۔ دا ټول دَ دې خبرې دلیل دے چې دا عجیبه واقعه صرف روحانی یا دَ خوب واقعه نهٔ ده ګنی دَ روحانی سیر اؤ انکشاف پهٔ رنګ کښې خو دَ حضور اکرمﷺ نورې دعوې هم دَ پېغمبریٔ دَ شروع راسې عجیبه عجیبه وې اؤ دَ معراج خبره دَ نورو نه څهٔ زیاته نهٔ وه چې داسې پهٔ زور ېٔ کافرو خامخا مقابله کؤلے ۔ اؤ داسې خنداګانې ېٔ ورپورې کؤلے اؤ عجیبه ورته ښکارېدې چې خلقو ته به ېٔ آوازونه کؤل چې راشیٔ دَ پېغمبریٔ دَ مدعی یوه بله عجیبه خبره نن واؤریٔ ”(وائی چې پهٔ یوه شپه کښې شام ته لاړم اؤ بیا راغلم“) (نو کهٔ خوب وې یا دَ روح سفر وې نو دومره دَ تعجب خبره نهٔ وه ۔ پهٔ خوب کښې خو لس(۱۰) ځله هم سړے تلې راتلې شی ، دې کښې دَ تعجّب خبره نشته) دَ تعجب خبره دا ده چې دَ بدن سره بنده پهٔ ویښه دومره سفر پهٔ داسې لږ وخت کښې وکړی) دَ ځنو صحیح احدیثو الفاظ دی ثُمَّ اَصْبَحْتُ بِمَکَّةَ یا ثُمَّ اَتَیْتُ مَکَّةَ نو کهٔ معراج صرف روحانی وې نو حضور اکرمﷺ دَ مکّې نه غائب شوے کله وهٔ چې بیا راغو؟ اؤ دَ شداد بن اوسؓ دَ روایت موافق بیا دَ ځنو اصحابوؓ دَ دې لټون څهٔ معنٰی چې وائی مونږ دَ شپې پهٔ خپل قیام ګاه کښې دَ حضور اکرمﷺ تلاش کؤلو چې چرته لاړو؟ پهٔ دې آیت کښې ”اسرٰی بعبدهٖ“ الفاظ خپله پهٔ دې ګواه دی چې بوتلل دَ بدن مبارک سره وو ۔ دَ خوب حالت یا صرف روحانی سفر نهٔ وهٔ ۔ کهٔ دلته دَ اَسْرٰی معنٰی پهٔ خوب کښې کیږی نو بیا دَ موسٰیؑ پهٔ قصه کښې فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ معنٰی هم دا پکار ده چې بنی اسرائیل پهٔ خوب کښې مصر ته بوځه یا ورباندې روحانی سیل وکړه دغه شان پهٔ سورتِ کهف کښې دَ موسٰیؑ اؤ دَ حضرت حضرؑ سره ملاقات اؤ سفر ته به هم دَ خوب واقعه وئیلی شی ۔ باقی دَ رؤیا لفظ یواځې دَ خوب دپاره نهٔ راځی پهٔ سترګو لیدو ترې هم راځی ۔ دَ دغه آیت پهٔ تفسیر کښې دَ ابن عباسؓ قول دے رُؤْیَا عَیْنٍ اُرِیَهَا رَسُوْلَ اللہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ مفسرانو دَ عربو دَ کلام نه پهٔ دې دلیلونه پیش کړی دی چې دَ رؤیا لفظ کله دَ مطلق رؤیت (لیدلو) پهٔ معنٰی راځی ۔ اؤ دې ځائې کښې هم دَ مطلق لیدو پهٔ معنٰی دے ۔ یعنی حضور اکرمﷺ پهٔ سترګو باندې دَ الله دَ قدرت هغه عظیم الشانې نښانې ولیدے ۔ البته دَ شُرَیْکؒ پهٔ روایت کښې ځنی الفاظ ضرور داسې شته چې دَ هغې نه اسراء دَ خوب پهٔ حالت کښې معلومیږی ۔ لېکن دَ محدثینو پهٔ دې اتفاق دے چې دَ شُریکؒ حافظه کمزورے وه اؤ دَ غټو غټو حفاظو محدثینو پهٔ مقابله کښې دَ هغهٔ دَ قول څهٔ اعتبار نشته ۔ حافظ بن حجرؒ پهٔ فتح الباری کښې دَ شُریک غلطیٔ پهٔ تفصیل سره بیان کړی دی اؤ دَ هغهٔ دَ روایت داسې تأویل ېٔ هم کړے دے چې دَ جمهورِ اُمت دَ عقیدې موافق شی ۔ مونږ دَ صحیح مسلم پهٔ شرح فتح الملهم کښې پوره تفصیل کړے دے دلته دومره ګنجائش نشته خو خلاصه دا ده چې صحیح عقیده اؤ دَ جمهورو مشرانو اؤ کشرانو عالمانو عقیده دا ده چې معراج جسمانی اؤ پهٔ ویښه وهٔ ۔ دَ خوب لیدهٔ یا روحانی سفر نهٔ وهٔ ۔ البته کهٔ دَ دې نه مخکښې یا دې نه وروستو داسې واقعات پهٔ خوب کښې لیدلی شوی وی نو کېدے شی ۔ دلته دا اعتراض کیږی چې پهٔ دومره لږ وخت کښې دومره ډېر مزل څنګه وشو؟ دَ مکّې معظّمې نه تر شام پورې خو ډېر مزل دے اؤ بیا دَ زمکې نه آسمان ته ختل اؤ پهٔ کرهٔ نار اؤ کرهٔ زمهریر څنګه تېر شو یا دَ نوی سائنس پهٔ اصولو هر کله چې دَ آسمان دَ سره څهٔ وجود نشته نو دَ یو آسمان نه بل ته اؤ بل نه بل ته څنګه لاړو لکه احادیثو کښې چې پهٔ تفصیل سره دَ هر آسمان حال بیان شوے دے ۔ نو حقیقت دا دے چې تر اوسه دَ یورپ عالمانو پهٔ دې خبره څهٔ یقینی اؤ مضبوط دلیل نهٔ دے پیش کړے چې واقعی دَ آسمان څهٔ خاص وجود نشته اؤ بالفرض کهٔ دا ومنلی شی چې دا شین شین چې کوم مونږ ته ښکاری دا آسمان نهٔ دے دَ نظر حد دے ۔ نو دَ دې څهٔ ثبوت دے چې دَ دې رنګ نه پورته آسمانونه نشته ۔ کېدے شی چې دَ دې نه ډېر بره وی ۔ پاتې شوه دَ مزل خبره نو پهٔ هغه زمانه کښې دا هم دَ چا پهٔ تصوّر کښې نهٔ راتله چې داسې آلات به جوړ شی چې بنده به پکښې لکه دَ مارغانو پهٔ هوا الوځی ۔ اؤ لس زره فټه یا دَ دې نه زیات به دَ زمکې نه وچت روان وی ۔ یا دا چې درے سوه میله مزل به پهٔ یوه ګهنټه کښې کوی (دا تفسیر هغه وخت لیکلے شوے دے چې جیټ جهازونه لا نهٔ وو جوړ اؤ نهٔ خلائی جهازونه جوړ وو چې پنځه زره میله یا زیات پهٔ ګهنټه کښې ځی) دَ بړاس اؤ دَ بجلۍ طاقت پهٔ هغه زمانه کښې نهٔ وهٔ معلوم شوے ۔ دَ کرهٔ نار لفظ خو اوس بې معنٰی دے ۔ البته پاس دَ یخې هوا یو حلقه شته چې پهٔ جهازونو کښې دَ هغې یخنیٔ نه دَ بچ کېدو دپاره آلات لګیدلی دی ۔ نو چې دَ بنیادمو دَ جوړو کړو مشینونو دا حال دے نو دَ خالقِ کائنات دَ جوړ کړی مشین دَ طاقت اندازه څوک لګؤلے شی ۔ زمکه یا نمر پهٔ څلیرشت ګهنټو کښې څومره مزل کوی؟ دَ رڼا لیکه پهٔ یو سیکنډ کښې دَ کوم ځائې نه کوم ځائې ته رسی ۔ دَ وریځې پړق دَ سترګو پهٔ رپ کښې دَ نمرخاتهٔ نه نمر پرېواتهٔ ته رسی اؤ هېڅ شے پکښې رکاوټ نهٔ شی اچؤلے ۔ نو کوم قادرِ مطلق چې دا څیزونه پیدا کړی دی کهٔ هغهٔ دَ خپل حبیبﷺ دپاره داسې برق رفتاره سورلی راستؤلے وی چې دا فاصله پهٔ لږ وخت کښې ووهی اؤ دَ هغهٔ دپاره ېٔ دَ ګرمیٔ اؤ یخنیٔ نه دَ بچ کېدو حفاظت کړے وی نو دې کښې مشکل کوم یو کار دے( دَ دې نه انکار یا پهٔ دې کښې تعجب صرف هغه کس کؤلے شی دَ چا چې دَ الله تعالیٰ پهٔ قدرتونو یقین نهٔ وی) غالبًا پهٔ دې وجه دَ دې قصې شروع دَ ”سُبْحٰنَ الَّذِیْ“ پهٔ الفاظو شوے دے چې کوم تنګ نظری خلق چې دَ الله تعالیٰ لامحدود قوتونه دَ خپل وهم اؤ خیال پهٔ چاردیوالیٔ راګېر دی هغوی لږ فکر وکړی اؤ پهٔ خپله کم عقلیٔ اؤ بې ادبیٔ شرم و حیا ورشی۔
ف۳: یعنی پهٔ کوم ملک کښې چې مسجد القصٰی (بیت المقدس) واقع دے دلته الله تعالیٰ خپل ډېر ظاهری اؤ باطنی برکتونه خوارهٔ کړی دی۔ چینې ، غرونه ، غلې اؤ مېوې پکښې فراخه دی اؤ پهٔ روحانی لحاظ کهٔ وکتې شی نو دَ بېشماره پېغمبرانو دَ وسېدو وطن اؤ دَ دفن کېدو مقام دے اؤ دَ هغو دَ روحانی فیض اؤ برکتونو چینې هم پکښې جاری دی۔ شاید چې حضور اکرمﷺ باندې دَ دې ملک دَ سیل کؤلو غرض دا وهٔ چې حضور اکرمﷺ خپله مشاهده وکړی چې دَ بنی اسرائیلو ټولو پېغمبرانو ته چې څومره کمالات ورکړی شوی وو ۔ هغه ټول یواځې حضور اکرمﷺ ته ورکړی شوی دی اؤ کوم نعمتونه چې بنی اسرائیلو ته ورکړی شوی وی وو هغه به اوس دَ بنی اسمائیلو قبضې ته راځی۔ دَ کعبې اؤ بیت المقدس دواړو برکتونه به اوس پهٔ یو اُمت کښې راجمع کیږی ۔ دَ معراج پهٔ حدیثونو کښې واضح بیان دے چې ټولو نبیانو دَ حضور اکرمﷺ پهٔ امامتیٔ کښې پهٔ بیت المقدس کښې نمونځ کړے وهٔ ۔ نو حضور اکرمﷺ ته چې دَ نبیانو دَ سرداریٔ کومه درجه ورکړې شوے وه دا دَ هغې یو ظاهری نمونه پیش کړې شوه چې حضور اکرمﷺ امام شو اؤ نور نبیان ېٔ مقتدیان شول۔
ف۴: یعنی اصل کښې لیدونکے اؤ اورېدونکے الله تعالیٰ دے هغه چې دَ خپل قدرت نښانې چا ته ښیٔل غواړی ښیٔلی شی هغهٔ دَ حضور اکرمﷺ دعاګانې واؤرېدې اؤ دَ هغهٔ حالت ېٔ ولیدو اؤ پهٔ معراج کښې ورته هغهٔ دَ خپل قدرت هغه نښانې وښیٔلے کومې چې دَ حضور اکرمﷺ دَ وچتې مرتبې مناسب وې ۔
وَ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَ جَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَلَّا تَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِیْ وَكِیْلًاؕ۝۲
اؤ ورکړو مونږه موسٰی له کتاب اؤ هغه مو وګرځؤلو هدایت دَ بنی اسرائیلو دپاره ف۵ چې مهٔ ګرځویٔ زما نه سوا هېڅوک کارساز ۔ ف۶
ف۵: دَ نبی کریمﷺ دَ فضیلت بیانؤلو نه پس سلسله دَ ذکر موسٰیؑ ته بدله شوه ۔ ځکه چې دَ اسراء پهٔ ضمن کښې دَ بیت المقدس ذکر راغلو نو مخکښې پهٔ مسجد اقصٰی دَ هغې دَ زړو متولیانو بنی اسرائیلو پهٔ زمانه مختلف دورونه تیر شوی وو ۔ دَ مسلمانانو دَ عبرت اؤ خپله دَ بنی اسرائیلو دَ نصیحت دپاره دَ هغې بیان وشو ۔ دا آیت تمهید دے ۔ کوم برکتونه چې دَ مسجدِ اقصٰی پهٔ زمکه کښې امانت پراتهٔ وو ۔ اوس دَ حجازی پېغمبرﷺ امت دَ دغې امانتونو اؤ برکتونو حقدار دے اؤ بنی اسرائیلو ته خبردارے ورکؤل دی کهٔ هغوی خپل زوړ میراث اؤ هغه برکتونه حاصلؤل غواړی نو دَ پېغمبر عربیﷺ تابعداری دې وکړی الله تعالیٰ به ورباندې رحم وکړی ۔ ګنی بیا به دَ مخکښې غوندې سزا ورکړې شی اؤ دَ مسجد اقصٰی دَ برکتونو نه به محروم شی ۔
ف۶: یعنی پهٔ تورٰیت کښې ورته دا هدایت شوے وهٔ چې پهٔ خالص توحید کلک ودرېږیٔ اؤ دَ الله نه غیر بل چا باندې اعتماد مهٔ کویٔ اؤ بل څوک خپل کارساز مهٔ ګڼیٔ۔
ذُرِّیَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ عَبْدًا شَكُوْرًا۝۳
تاسو اولاد ییٔ دَ هغه خلقو کوم چې مونږ خیژؤلی وو نوح سره بېشکه هغه وهٔ بنده حق منونکے ۔ ف۷
ف۷: یعنی تاسو دَ هغه چا اولاد ییٔ چې دَ نوحؑ سره کشتۍ کښې سوارهٔ شوی وو اؤ دَ عام عذاب نه بچ شوی وو ۔ نو کوم احسان چې ستاسو پهٔ مشرانو شوے وهٔ هغه مهٔ هېرویٔ ۔ نوحؑ ډېر شکرګذار اؤ احسان شناس بنده وهٔ تاسو هم پهٔ هغه لار روان شیٔ اؤ ناشکری مهٔ کویٔ ۔
وَ قَضَیْنَاۤ اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ فِی الْكِتٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْاَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَ لَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِیْرًا۝۴
اؤ صفا اورؤلی مونږه بنی اسرائیلو ته پهٔ کتاب کښې چې څهٔ تاسو به خرابی کویٔ پهٔ ملک کښې دوه ځلې اؤ سرکشی به کویٔ لویه سرکشی ۔ ف۸
ف۸: پهٔ تورٰیت کښې یا پهٔ بل آسمانی کتاب کښې دا پین ګوئی شوے وه چې دا قوم به دوه ځله نافرمانی کوی اؤ سزا به ورکؤلے شی اؤ هم دغه شان وشوه مخکښې آیتونو کښې دَ هغې تفصیل راځی ۔
فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ اُوْلٰىهُمَا بَعَثْنَا عَلَیْكُمْ عِبَادًا لَّنَاۤ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ فَجَاسُوْا خِلٰلَ الدِّیَارِ وَ كَانَ وَعْدًا مَّفْعُوْلًا۝۵
پس کله چې راغله وړومبیٔ وعده نو راولېږل مونږه پهٔ تاسو باندې خپل بندګان ف۹ سخت جنګ والا بیا خوارهٔ شو دَ ښارونو مینځ کښې ، اؤ دغه وعده ضرور کیدونکے وه ۔ ف۱۰
ف۹: یعنی تاسو ته سزا درکؤلو دپاره مو پهٔ تاسو مسلط کړی وو ۔
ف۱۰: یعنی پهٔ کلی کښې پهٔ کورونو ورننؤتل اؤ ښهٔ لوټ مار ېٔ وکړو ۔ دغه شان دَ الله دَ سزا هغه وړومبیٔ وعده پوره شوه ۔
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَیْهِمْ وَ اَمْدَدْنٰكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِیْنَ وَ جَعَلْنٰكُمْ اَكْثَرَ نَفِیْرًا۝۶
بیا مونږه وګرځؤلو ستاسو وار ف۱۱ پهٔ هغوی باندې اؤ قوت مو درکړو تاسو له پهٔ مالونو سره اؤ ځامنو سره اؤ دَ هغې نه مو زیات کړو ستاسو لښکر ۔
ف۱۱: یعنی کله چې تاسو توبه وویسته اؤ الله ته مو رجوع وکړه نو بیا به مو پهٔ دښمنانو غلبه وکړه مال دولت اؤ لښکر مو ډېر شو ۔
اِنْ اَحْسَنْتُمْ اَحْسَنْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ١۫ وَ اِنْ اَسَاْتُمْ فَلَهَا١ؕ فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ لِیَسُوْٓءٗا وُجُوْهَكُمْ وَ لِیَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوْهُ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّ لِیُتَبِّرُوْا مَا عَلَوْا تَتْبِیْرًا۝۷
کهٔ چرې ښېګړه وکړه تاسو نو ښېګړه به وکړیٔ خپل ځان سره اؤ کهٔ چرې بدی مو وکړه نو ځان دپاره ف۱۲ بیا کله چې راؤرسېده دویٔمه وعده نو راؤمولیږل نور بندګان چې وران کړی ستاسو مخونه څهرې اؤ چې ورننوځی مسجد ته ۔ څنګه چې ورننوتی وو وړومبی ځل اؤ خراب کړی درته پهٔ څهٔ چې ېٔ وس بر شی بالکل خراب ۔ ف۱۳
ف۱۲: یعنی دَ نیکیٔ خیر هم دَ ستاسو دَ ځان وهٔ اؤ دَ بدیٔ نقصان هم ستاسو وهٔ چې در ورسېدو ۔
ف۱۳: یعنی پهٔ وهلو وهلو ېٔ ورته څهرې ورانې کړې اؤ بیت المقدس ته ننوتل اؤ پهٔ تاسو ېٔ بیا هغه شان لوټ مار اؤ تباهی جوړه کړه ۔ اؤ دَ بنی اسرائیلو طاقت ېٔ همېشه دپاره ختم کړو ۔
عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یَّرْحَمَكُمْ١ۚ وَ اِنْ عُدْتُّمْ عُدْنَا١ۘ وَ جَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ حَصِیْرًا۝۸
دا خبره لرې نهٔ ده چې ستاسو رب اوس پهٔ تاسو رحم وکړی ۔ اؤ کهٔ تاسو بیا هم دغسې کویٔ نو مونږ به هم دغسې کوؤ ۔ اؤ تیار کړے مونږ دوزخ کافرو له قیدخانه ۔ ف۱۴
ف۱۴: حضرت شاه صاحب لیکلی دی پهٔ تورٰیت کښې وئیلی شوی وو چې بنی اسرائیل به دوه ځله شرارت کوی اؤ دَ هغې پهٔ سزا کښې به دښمن دَ هغو پهٔ ملک قبضه کوی هم دغه شان وشوه ۔ وړومبی ځل جالؔوت دَ بنی اسرائیلو پهٔ ملک قبضه وکړه بیا الله تعالیٰ دَ داؤدؑ پهٔ لاس هغه قتل کړو اؤ حکومت بیا دَ بنی اسرائیلو پهٔ لاس راغلو ۔ بیا دَ سلیمانؑ پهٔ زمانه خو ښهٔ مضبوط اؤ طاقت من شو ۔ بیا چې ېٔ سرکشی شروع کړه نو دَ فارس خلقو ورباندې دَ بخت نصر پهٔ مشریٔ کښې حمله وکړه اؤ ملک ېٔ ترېنه قبضه کړو ۔ دَ هغې نه پس بیا بنی اسرائیلو ته حکومت پهٔ لاس نهٔ دے ورغلے ۔ اوس فرمائی کهٔ تاسو دَ دې نبی تابعداری وکړه نو بیا به درته خپل تللې میراث اؤ پهٔ دښمنانو غلبه پهٔ لاس راشی ۔ اؤ کهٔ بیا مو شرارت وکړو اؤ دَ تابعداریٔ نه مو انکار وکړو نو مونږ به بیا سزا درکړو ۔ مسلمانان به درباندې غلبه وکړی اؤ څهٔ پاتې عزت اؤ طاقت چې مو دے دا به هم ختم شی اؤ پهٔ آخرت کښې هم درته دوزخ تیار دے ۔ ځنو عالمانو دَ وړومبیٔ حملې نه دَ بخت نصر حمله مراد کړے ده کومه چې دَ عیسٰیؑ دَ ولادت نه ۵۸۷ کاله مخکښې وه اؤ دَ دویٔمې حملې نه ېٔ دَ طیطوس رومی حمله مراد کړے ده کومه چې دَ عیسٰیؑ آسمان ته ختو نه اویا (۷۰) کاله پس وه ۔ پهٔ دې دواړو حملو کښې یهودیان پوره تباه شیو وو اؤ مقدس هیکل ته هم نقصان رسېدلے وهٔ ۔
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَهْدِیْ لِلَّتِیْ هِیَ اَقْوَمُ وَ یُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا كَبِیْرًاۙ۝۹
بېشکه دا قرآن ښیٔ هغه لار کومه چې دَ ټولو نه زیاته نېغه ده اؤ زېرې ورکوی هغه ایماندارو ته ۔ چې نیک کارونه کوی چې دوی دپاره غټ اجر دے ۔ ف۱۵
ف۱۵: داسې خو تورٰیت کښې هم بنی اسرائیلو ته هدایت وهٔ لکه چې مخکښې فرمائیلی شوی دی ”ھُدًی لّبَنِیْۤ اِسْرَائِیْلَ“ لېکن قرآن کریم دَ تمامې دنیا دپاره هدایت اؤ رحمت دے نو کهٔ کامیابیٔ غواړیٔ نو پهٔ دغه نېغ صفا سړک روان شیٔ کوم چې درته قرآن ښیٔ څوک چې دَ زړهٔ دَ اخلاصه پهٔ دې لار روان شی قرآن هغهٔ ته پهٔ دنیا کښې دَ پاک ژوند اؤ پهٔ آخرت کښې دَ جنت خوشخبری ورکوی ۔ اؤ څوک چې دَ دنیا پهٔ عیش کښې پټې سترګې پراتهٔ وی اؤ دَ آخرت څهٔ فکر نهٔ کوی دَ هغو انجام پهٔ بل آیت کښې ښیٔلی شی۔
وَّ اَنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا۠۝۱۰
اؤ دا چې څوک آخرت نهٔ منی تیار کړے مونږ هغوی دپاره دردناک عذاب ۔
وَ یَدْعُ الْاِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَآءَهٗ بِالْخَیْرِ١ؕ وَ كَانَ الْاِنْسَانُ عَجُوْلًا۝۱۱
اؤ غواړی بنیادم بدی څنګه چې غواړی نیکی اؤ دے بنیادم دتلوار کؤنکے ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی قرآن خو خلقو ته دَ نیکیٔ بلنه ورکوی ۔ دَ لویو اجرونو خوشخبریٔ ورته اوروی اؤ دَ بدیٔ دَ ناکاره انجام نه ېٔ ویروی لېکن دَ بنیادم دا حال دے چې دَ دې هر څهٔ اورېدو نه پس هم دَ ځان دپاره دَ بدیٔ لار داسې پهٔ شوق اؤ مینه طلب کوی لکه چې ورته دَ نیکیٔ لار طلب کؤل پکار وو۔ دَ انجام نه ېٔ سترګې پټې کړی اؤ ډېر پهٔ تېزیٔ سره ځان دَ ګناهونو کندې ته غورزوی بلکې ځنی بدبخت خو پهٔ خلهٔ وائی ۔
اَللّٰهُمَّ اِنْ کَانَ هٰذَا هُوَا الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَآءِ اَوِائْتِنَا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ۝(اے الله کهٔ دَ دې پېغمبر دا وعده حقه وی نو پهٔ مونږ دَ آسمان نه کاڼی ووروه یا راباندې بل څهٔ سخت عذاب راوله) دغه شان ځنی بې وقوفان دَ خپل ځان اؤ خپل اولاد دپاره بده غواړی اؤ ځنی کم عقل دَ دنیا فائده اصل مقصد وګڼی اؤ پهٔ هره حرامه حلاله طریقه ېٔ حاصلوی اؤ دا فکر ېٔ نهٔ وی چې پهٔ دې طریقه خپل تا عمری ژوند خرابوی حقیقت دا دے چې بنیادم دَ خپلې جلد بازیٔ پهٔ وجه دَ څیز پهٔ ظاهری شان و شوکت خطا شی اؤ اخری انجام ېٔ هېر شی۔ کهٔ جلد بازی پرېږدی۔ هر کار پهٔ سوچ اؤ فکر کوی نو هېچرې به داسې غلطیٔ ونهٔ کړی۔
وَ جَعَلْنَا الَّیْلَ وَ النَّهَارَ اٰیَتَیْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰیَةَ الَّیْلِ وَ جَعَلْنَاۤ اٰیَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ لِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَ الْحِسَابَ١ؕ وَ كُلَّ شَیْءٍ فَصَّلْنٰهُ تَفْصِیْلًا۝۱۲
اؤ جوړې کړی دی مونږ شپه اؤ ورځ دوه نمونې ف۱۷ نو ورانه مو کړه دَ شپې نمونه ف۱۸ اؤ روښانه مو کړه دَ ورځې نمونه کتو ته چې تاسو پکښې تلاش کړیٔ دَ خپل رب فضل ف۱۹ اؤ چې تاسو ته معلوم شی دَ کلونو شمېر اؤ حساب ۔ ف۲۰ اؤ هر شے مونږ بیان کړو صفا صفا ۔ ف۲۱
ف۱۷: دَ شپې تیارهٔ دَ ورځې رڼا بیا وار پهٔ وار یو کمېدل دَ بل زیاتېدل ۔ بیا دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې دَ سپوږمۍ ختل پرېوتل اؤ غټه نرۍ کېدل ۔ دَ شپې دَ سپوږمۍ یخه اؤ خوشګواره رڼا ۔ اؤ دَ ورځې دَ نمر ګرمی اؤ تېزه رڼا ۔ دا ټول دَ الله تعالیٰ دَ قدرتونو کاملې نمونې دی ۔ دَ شپې اؤ دَ ورځې هر یو ځان ته یو مستقل نظام دے چې دَ دنیا دَ وړومبیٔ ورځې نه تر ننه پورې کروړونو کالو راسې دَ مضبوطو اؤ محکمو قوانینو ماتحت هم دغه شان جاری دے ۔
ف۱۸: دَ شپې نمونه تته اؤ دَ تیارهٔ ده ۔ دَ سپوږمۍ رڼا هم دَ نمر نه تته اؤ کمزورے ده بلکې خپله پهٔ سپوږمۍ هم داغونه ښکاری ۔
ف۱۹: یعنی دَ ورځې دَ نمر پهٔ تېزه رڼا کښې هر شے صفا ښکاری ۔ خلق دَ شپې پهٔ آرام تازه اؤ دمه شی اؤ دَ ورځې دَ رزق پهٔ تلاش کار کسب ته را ووځی اؤ پهٔ خپلو خپلو کارونو لګیا شی ۔ غرض دا چې دَ شپې چې پهٔ کومو څیزونو دَ تیارهٔ څادر خور وی سحر دَ نمر پهٔ رڼا څرګند شی ۔ اؤ کوم خلق چې دَ شپې غافل پراتهٔ وی سحر راپاڅی پهٔ خپلو کارونو پسې روان شی ۔
ف۲۰: دَ شپې اؤ ورځې پهٔ تلو راتلو اؤ دَ نمر سپوږمۍ پهٔ ختو ډوبېدو سره دَ میاشتو اؤ کالونو شمار اؤ دَ ډېرو څیزونو حسان معلومیږی۔
ف۲۱: یعنی پهٔ دې ځان ښهٔ پوه کړیٔ چې پهٔ جلد بازیٔ هېڅ نهٔ کیږی ۔ الله تعالیٰ دَ هر څیز دپاره خیر وی کهٔ شر یو وخت اؤ یوه اندازه مقرر کړے ده ۔ لکه څنګه چې ورځ اؤ شپه پهٔ خپل مقرر وخت بدلیږی رابدلیږی اؤ دَ چا پهٔ تلوار یا جلد بازیٔ پکښې څهٔ فرق نهٔ شی راتلې ۔ دغه شان دَ خیر نه پس شر اؤ دَ شر نه پس خیر هم پهٔ خپل خپل مقرر وخت اؤ مقرره اندازه بنده ته رسی ۔ دغه شان دَ دنیا ټول انتظام له ېٔ دَ هرې خبرې وړه وی کهٔ غټه یو خاص وخت مقرر دے ، دغه اندازه اؤ دغه وخت هېڅوک بدلؤلے نهٔ شی ۔ دَ دې دنیا خړ اؤ خراب ژوند دَ تورې شپې پهٔ مثال دے چې بنده ته پکښې نیک و بد صفا صفا نهٔ ښکاری ۔ بېشکه الله تعالیٰ دې دپاره پېغمبران اؤ رسولان راستؤلی دی چې دَ شپې پهٔ دې تیارهٔ کښې ورته صحیح لاره وښیٔ اؤ دَ هغو مخې ته دَ خپل خپل استعداد موافق ملک رڼا کړی اؤ خلقو ته دَ خیر اؤ شر حقیقت څرګند کړی ۔ خو بیا هم داسې صفا اؤ څرګنده رڼا ممکنه نهٔ ده چې هېڅ بنده ته پکښې دَ شک شهبې ګنجائش پاتې نهٔ شی ۔ دا به هغه وخت کیږی چې دَ دنیا دَ ژوند تیارهٔ ختمه شی اؤ دَ آخرت صبا راوخیژی ۔ دَ بنیادم هغه عملونه چې دَ غفلت پهٔ تیارهٔ کښې پټ وو اؤ دَ خیر و شر صحیح پته ورته نهٔ لګېده دَ قیامت پهٔ ورځ به هر چا ته دَ داسې پرانستی کتاب پهٔ شان واضح شی لکه چې دَ ورځې پهٔ رڼا کښې ېٔ هر سړے صفا لوستے شی ۔ فَکَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۔ (سوره قٓ ، رکوع ۲) اؤ هر بنده ته چې خپل نیک و بد کارونه ټول څرګند شی نو وائی به مَالِ هٰذَا الْکِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّ لَا کَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصَاهَا ۔ (سوره کهف ، رکوع ۶)
(دا څنګه کتاب دے چې هېڅ یو وړه اؤ غټه خبره بې څرګندؤلو نه نهٔ پرېږدی) یعنی دا څنګه کتاب دے چې یو وړه خبره ترې هم نهٔ پاتې کیږی هر څهٔ ېٔ راجمع کړی دی)
وَ كُلَّ اِنْسَانٍ اَلْزَمْنٰهُ طٰٓىِٕرَهٗ فِیْ عُنُقِهٖ١ؕ وَ نُخْرِجُ لَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ كِتٰبًا یَّلْقٰىهُ مَنْشُوْرًا۝۱۳
اؤ هر یو بنیادم چې دے لګؤلے ده مونږ دَ هغهٔ بدقسمتی دَ هغهٔ څټ پورې اؤ راوباسو به ېٔ دَ قیامت پهٔ ورځ چې وېٔ ګوری لیکلے تحریر پرانستې، ف۲۲
ف۲۲: یعنی بد قسمتی اؤ ناکاره کارونه ېٔ دَ غاړی امیل دے خلاصې ېٔ ترېنه نشته ۔
اِقْرَاْ كِتٰبَكَ١ؕ كَفٰی بِنَفْسِكَ الْیَوْمَ عَلَیْكَ حَسِیْبًاؕ۝۱۴
اؤ لوله خپله عملنامه کافی ئ تهٔ پخپله نن ورځ خپل حساب کؤنکے ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی خپله عملنامه به لاس کښې ورکړې شی چې اوس دا لوله اؤ خپله دَ ځان متعلق فیصله وکړه ۔ وایه چې کوم کارونه تا کړی وو پهٔ هغې کښې څهٔ شے دَ لیکلو نه پاتې خو نهٔ دے؟ یا ورپسې څهٔ زیاتی خو نهٔ دی لیکلی شوی؟ دَ هر بنده به پوره پوره یقین راشی چې واقعی دې کښې خو ذره ذره عمل لیکلے پروت دے (هېڅ هم نهٔ پاتې دی اؤ نهٔ زیاتی لیکلی شوی دی) پهٔ دنیا کښې چې کوم کتاب قرآن کریم راستؤلے شوے وهٔ اؤ مخکښې آیتونو کښې دَ نمر سپوږمۍ دَ حساب ذکر شوے وهٔ نو پهٔ دې آیت کښې دَ قیامت دَ ورځې دَ حساب ذکر دے کوم چې دَ دغو ورځو شپو دَ حساب اؤ پهٔ هغې کښې دَ اعمالو نتیجه ده ۔
مَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا١ؕ وَ لَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی١ؕ وَ مَا كُنَّا مُعَذِّبِیْنَ حَتّٰی نَبْعَثَ رَسُوْلًا۝۱۵
چا چې هدایت قبول کړو نو قبول ېٔ کړو دَ خپلې ښېګړې دپاره ۔ اؤ څوک چې ګمراه شو نو ګمراه شو دَ خپل نقصان دپاره ۔ اؤ پهٔ هېچا نهٔ پرېوځی دَ بل پېټے ف۲۴ اؤ مونږ پهٔ چا عذاب نهٔ راولو تر څو چې مو نهٔ وی وراستؤلے رسول ۔ ف۲۵
ف۲۴: یعنی الله تعالیٰ خو ټولو بندګانو ته نېغه لار وښیٔله اوس کهٔ ورباندې څوک روانیږی نو هم خپله فائده ېٔ ده پکښې اؤ کهٔ پرې نهٔ روانیږی نو هم خپل نقصان ېٔ دے ۔ هر سړے دې خپل خیر و شر ته خپله فکر وکړی ۔ هر سړے دَ خپل عمل خپله ذمه وار دے ۔ نهٔ دَ چا نه پېټے پورته کؤلے شی اؤ نهٔ به ورباندې دَ بل پېټے کښېښوې شی ۔ هر سړے به خپل پېټے خپله پورته کوی ۔
ف۲۵: یعنی بېشکه ناکاره کارونه دَ سزا حقدار دی خو الله پاک پهٔ خپل مخلوق مهربانه دے ۔ بې خبرداریٔ ېٔ نهٔ رانیسی ۔ دې دپاره ېٔ دنیا ته رسولان راستؤلی دی چې خلق بېدار کړی اؤ کومې خبرې چې دَ عقل اؤ فطرت پهٔ رهنماییٔ پېژندې شی لکه (توحید وغېره) دَ هغې ورته زیاتی وضاحت وکړی اؤ دَ کومو خبرو دپاره چې عقل کافی نهٔ دے هغه ورته دَ وحې اؤ الهام پهٔ ذریعه واضح کړی ۔ الله تعالیٰ دې دپاره دنیا کښې رسولان راستؤلی دی چې آخرت کښې څوک دا عذر پیش نهٔ کړې شی چې مونږ خبر نهٔ وو اؤ اوس هېڅوک هم دَ عذاب نه خلاصی دپاره څهٔ بهانه نهٔ شی کؤلے ۔
وَ اِذَاۤ اَرَدْنَاۤ اَنْ نُّهْلِكَ قَرْیَةً اَمَرْنَا مُتْرَفِیْهَا فَفَسَقُوْا فِیْهَا فَحَقَّ عَلَیْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِیْرًا۝۱۶
اؤ کله چې مونږ اراده وکړو چې تباه کړو یو کلے ، حکم مو ورکړو دَ هغې عیاشانو ته نو هغوی نافرمانی وکړه نو ثابته شوه ورباندې خبره نو مونډ مو ورله وویستو سم ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی الله تعالیٰ دَ بدکارو پهٔ وجه یو کلی باندې عذاب راولی نو داسې یکدم ېٔ پرې نهٔ راولی ۔ اول ورته دَ خپلو رسولانو یا دَ رسولانو دَ نائبانو (عالمانو) پهٔ واسطه خپل احکام واستوی اؤ خبردارے ورکړی ۔ خو چې هغوی بیا هم خپل ناکاره عملونه هم سم نهٔ کړی اؤ نافرمانیٔ و سرکشیٔ نه وانهٔ وړی نو بیا ېٔ داسې راګېر کړی چې دَ خلاصی مخه ېٔ نهٔ وی ۔
تنبیه: مفسرانو لیکلی دی چې دلته پهٔ ”اَمَرْنَا مُتْرَ فِیْهَا“ کښې اَمَرْ تکوینی اؤ تقدیری دے اؤ پهٔ ”اِنَّ اللہَ لَا یَأْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ“ کښې امر تشریعی مراد دے نو دَ دواړو آیتونو ترمینځه څهٔ تضاد نشته ۔
وَ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْۢ بَعْدِ نُوْحٍ١ؕ وَ كَفٰی بِرَبِّكَ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرًۢا بَصِیْرًا۝۱۷
ډېر قومونه مو هلاک کړی دَ نوح نه پس۔ ف۲۷ اؤ کافی دے ستا رب دَ خپلو بندیانو پهٔ ګناهونو خبرېدونکے لیدونکے۔ ف۲۸
ف۲۷: دَ آدمؑ اؤ نوحؑ ترمینځه زمانه کښې ټول خلق مسلمانان وو ، (دَ توحید پهٔ لار روان وو) بیا پکښې شرک اؤ بُت پرستی شروع شوه ۔ نو نوحؑ دَ خلقو دپاره راغلو ۔ هغهٔ تقریبًا نهه سوه کاله خلقو ته نصیحتونه وکړل خو چا ونهٔ منل آخر ټول کافران هلاک شو ۔ دَ دې نه پس بیا نور ډېر قومونه (عاد اؤ ثمود وغېره) دَ کفر پهٔ وجه هلاک شو ۔ غرض دا چې دَ نافرمانه قومونو دَ هلاکت سلسله دَ نوحؑ دَ وخت نه شروع شوے ده ۔
ف۲۸: یعنی هېچا ته بې ګناه سزا نهٔ ورکوی ۔ هر چا ته به دَ خپلې ګناه اؤ جرم مناسب سزا ورکوی ۔
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَ١ۚ یَصْلٰىهَا مَذْمُوْمًا مَّدْحُوْرًا۝۱۸
څوک چې غواړی وړومبے کور ، ژر ورکړو مونږ هغهٔ ته پهٔ دنیا کښې څومره چې مو خوښ وی چا ته چې مو خوښ وی ، بیا مقرر کړے مونږ دوی دپاره دوزخ ، چې ننوځی به ورته به بد حال پهٔ دیکو دیکو ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی دا ضروری نهٔ ده چې دَ دنیا هر طلبګار دې سمدستی هلاک شی بلکې مونږ دَ دنیا پهٔ طلبګارو کښې چا ته چې غواړو اؤ څومره چې غواړو دَ خپل حکمت اؤ مصلحت مناسب دَ دنیا سامان ورکړو چې دوی ته دَ خپل دنیاوی کوشش نتیجه پهٔ دنیا کښې ورسی اؤ کهٔ پهٔ قسمت کښې ېٔ نیک بختی نهٔ وی نو چې دَ بدبختیٔ کاسه ېٔ ښهٔ ډکه شی اؤ ډېر پهٔ بده ورځ اؤ شرمندګیٔ دَ دوزخ دائمی جیلخانې نه پهٔ دیکو دیکو ورننوستی شی ۔
وَ مَنْ اَرَادَ الْاٰخِرَةَ وَ سَعٰی لَهَا سَعْیَهَا وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ كَانَ سَعْیُهُمْ مَّشْكُوْرًا۝۱۹
اؤ چا چې وغوښتو وروستے کور اؤ منډه ېٔ ووهله دَ هغې دپاره څومره منډه چې ېٔ وهلې شوه ۔ اؤ هغه ایماندار وی نو دَ داسې کسانو کوشش پهٔ ځائې لګېدلے دے۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې ایمان وی اؤ زړهٔ دَ اخلاصه دَ الله دَ رضا دپار دَ پېغمبر پهٔ وینا عمل کوی نو دَ هغهٔ خواری هېچرې نهٔ بربادیږی دَ الله پهٔ دربار کښې به قبول اؤ منظور وی ۔
كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَ هٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ١ؕ وَ مَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا۝۲۰
هر یو ته مونږ امداد رسوؤ دوی ته هم اؤ هغوی ته هم دَ رب ورکړهٔ ۔ اؤ هېچا بنده کړے نهٔ ده ستا دَ رب ورکړه ۔ ف۳۱
ف۳۱: یعنی الله تعالیٰ دَ خپل حکمت اؤ مصلحت موافق ځنو دَ دنیا طلبګارو ته پهٔ دنیا کښې څهٔ کامیابی اؤ دَ آخرت ټولو طلبګارو ته دَ آخرت کامیابی ورکوی ۔ اؤ دَ هغهٔ پهٔ ورکړه کښې څوک څهٔ رکاوټ نهٔ شی اچؤلے یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ دنیا طلبګار وی اؤ کهٔ دَ آخرت دواړو ته دَ حکمت اؤ مصلحت مناسب خپله خپله حصه رسی ، دَ کفر اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه ېٔ پهٔ چا دَ دنیا نعمتونه بند کړی نهٔ دی ۔
اُنْظُرْ كَیْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ١ؕ وَ لَلْاٰخِرَةُ اَكْبَرُ دَرَجٰتٍ وَّ اَكْبَرُ تَفْضِیْلًا۝۲۱
وګوره څنګه فضیلت ورکړے مونږ یو ته پهٔ بل باندې ۔ اؤ پهٔ آخرت کښې خو ډېر لوئے درجې دی اؤ لوئے فضیلت دے ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی څنګه چې دَ دنیا پهٔ ژوند کښې پهٔ مال دولت ، قدر عزت اؤ آل اولاد پهٔ لحاظ یو ته پهٔ بل فضیلت ورکړې شوے دے دغه شان به پهٔ آخرت کښې هم دَ نیکو اعمالو اؤ اخلاص پهٔ لحاظ پهٔ درجو کښې فرق وی ۔ پهٔ واضحه دلیلونو ثابته ده چې پهٔ جنّت کښې هم ډېرې درجې دی دَ نعمتونو پهٔ لحاظ ۔ اؤ پهٔ دوزخ کښې هم ډېرې درجې دی دَ عذاب دَ سختیٔ پهٔ لحاظ ۔ پهٔ یو حدیث کښې دی دَ جنت دَ دوؤ درجو ترمینځه به دَ زمکې اؤ آسمان هومره فرق وی ۔ لاندې درجې والا به پورته درجې ته داسې ګوری لکه چې دوی پهٔ زمکه وی اؤ هغوی پاس آسمان کښې وی ۔ لکه دَ زمکې نه چې څوک پاس آسمان کښې ستوری وینی ۔ مخکښې بیان شوی دی چې جنّت کښې دا وچتې درجې به هغه کسانو ته ورکؤلے شی څوک چې پهٔ دنیا کښې دَ هغې دَ حاصلؤلو دپاره پهٔ ځان سخته تېره کړی اؤ ځان دَ دې لائق کړی ۔ پهٔ مخکښې آیتونو کښې دَ دې درجو دپاره دَ کوشش طریقې ښیٔلی شوی دی ۔ دَ حضرت ابنِ عباسؓ قول دے چې الله تعالیٰ دَ تورٰیت ټول اخلاقی تعلیم دَ سورت بنی اسرائیل پهٔ پنځلسو آیتونو کښې بیان کړے دے ۔ دغه پنځلس آیتونه دَ دې مخکښې رکوع نه شروع کیږی ۔
لَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُوْمًا مَّخْذُوْلًا۠۝۲۲
مهٔ جوړوه دَ الله سره بل معبود ګنی ناست به پاتې شې ملامته بې مددګاره ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی شرک داسې ناکاره شے دے چې دَ دې پهٔ وجه به تهٔ دَ الله تعالیٰ ، دَ فرښتو بلکې دَ هر عقلمند بنیادم پهٔ نظر کښې مجرم اؤ دَ ملامتې حقدار شې ۔ نن مونږ پهٔ خپلو سترګو وینو چې کومو مذهبونو کښې څرګند دَ شرک تعلیم وهٔ هغوی هم ورکښې اوس ورو ورو دَ اصلاح اؤ ترمیم کوشش کوی ۔ هر یو هوښیار بنیادم دا محسوس کړی دی چې دَ اشرف المخلوقات انسان دپاره دا ډېره دَ شرم خبره ده چې دَ ځان نه کمزوری مخلوق اؤ دَ خپل لاسه جوړو بتانو ته سجده وکړی ۔ څوک چې دَ الله نه غیر بل چا ته سجده ولګوی الله تعالیٰ دَ هغهٔ امداد اؤ اعانت پرېږدی اؤ خوار اؤ ذلیل پاتې شی پهٔ دنیا کښې هم اؤ دَ آخرت پهٔ سخته ورځ هم چې بې دَ الله دَ امداد نه دَ بل چا امداد نهٔ شی پکارېدے ۔ داسې بنده به بې اسرې اؤ بې یار و مددګار وی ۔
وَ قَضٰی رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ وَ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا١ؕ اِمَّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ اَحَدُهُمَاۤ اَوْ كِلٰهُمَا فَلَا تَقُلْ لَّهُمَاۤ اُفٍّ وَّ لَا تَنْهَرْهُمَا وَ قُلْ لَّهُمَا قَوْلًا كَرِیْمًا۝۲۳
اؤ حکم کړے ستا رب چې عبادت مهٔ کوه دَ هېچا بې دَ هغهٔ نه ، اؤ دَ مور پلار سره نیکی کوه ۔ ف۳۴ اؤ کهٔ ورسی ستا پهٔ مخکښې بوډا والی ته پهٔ هغو کښې یو یا دواړه نو مهٔ کوه ورته اُف قدرې اؤ مهٔ ېٔ رټه اؤ خبرې کوه دواړو سره ډېرې پهٔ ادب خبرې ۔ ف۳۵
ف۳۴: پهٔ حقیقت کښې خو الله تعالیٰ وړوکی ته ژوند ورکؤنکے اؤ دَ هغهٔ تربیت کؤنکے دے ۔ خو پهٔ ظاهری نظر ېٔ مور پلار ذریعه وی ۔ پهٔ دې وجه ډېرو ځایونو کښې دَ الله دَ حقونو سره سم دَ مور پلار دَ حقونو ذکر شوے دے ۔ یو حدیث شریف دے ۔ هغه سړے تباه شو دَ چا چې مور پلار ژوندی وو اؤ دَ هغو دَ خدمت پهٔ برکت ېٔ ځان ته جنّت کښې ځائې جوړ نهٔ کړو ۔ بل حدیث دے ۔ جنّت دَ مور دَ ښپو لاندې دے ۔ دَ مور پلار سره نیکی کؤل دا دی چې پهٔ ژوند دَ هغوی پهٔ سر و مال خدمت وکړی پهٔ زړهٔ کښې ېٔ قدر اؤ عزت اؤ دَ مرګ نه پس ېٔ ښهٔ پهٔ قدر عزت جنازه اؤ خیرات و دعا وکړی ۔ دَ هغوی وعدې اؤ وصیتونه پوره کړی ، دَ هغو دَ دوستانو اؤ خپلو خپلوامو خیال ساتی ۔ وغېره وغېره ۔
ف۳۵: پهٔ بوډا والی کښې بنده دَ خدمت زیات حاجتمند وی ۔ اکثر ترېنه اولاد اؤ خپل خپلوان ستړی اؤ زړهٔ تنګی شی ۔ ډېر کم نیک بختان به داسې وی چې داسې وخت کښې پهٔ اخلاص اؤ آزاد زړهٔ دَ ضعیف مور پلار خدمت وکړی اؤ مور پلار ترېنه راضی اؤ خوشحال رخصت شی ۔ ځکه قرآن کریم خبردارے ورکوی چې ضعیف مور پلار ته رټنه اؤ زورنه خو څهٔ چې دَ خلې نه اُف قدرې ورته هم مهٔ وباسیٔ ۔ خبرې ورسره ډېرې پهٔ ادب اؤ عزت کویٔ ۔ امام مسیبؓ فرمائی چې دَ مور پلار سره داسې پهٔ ویره اؤ نرمیٔ خبرې پکار دی لکه یو مجرم نوکر چې دَ خپل سخت طبیعته مالک سره پهٔ منت زاریٔ اؤ پسته پسته لګیا وی ۔
وَ اخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَ قُلْ رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیٰنِیْ صَغِیْرًاؕ۝۲۴
اؤ ټیټه کړه دواړو ته خپله وږه ډېر پهٔ عاجزیٔ اؤ مینه اؤ ووایه اے ربه تهٔ پهٔ دې دواړو رحم وکړه لکه څنګه چې زهٔ دوی ساتلے یم وړوکے ۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی اے الله چې زهٔ وړوکے اؤ کمزورے بې طاقته ووم نو دوی پهٔ ښهٔ شان پهٔ مینه اؤ محبت زما پالنه کړے اؤ زما دَ آرام اؤ راحت خیال ېٔ ساتلے دے ۔ زهٔ هم پهٔ خپل وس دَ دوی خدمت کوم خو پوره حق ېٔ نهٔ شم ادا کؤلے نو اے خدایه تا نه مې سوال دے چې تهٔ ورباندې پهٔ دې کمزوریٔ کښې هم اؤ دَ مرګ نه پس هم رحم وکړې۔
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا فِیْ نُفُوْسِكُمْ١ؕ اِنْ تَكُوْنُوْا صٰلِحِیْنَ فَاِنَّهٗ كَانَ لِلْاَوَّابِیْنَ غَفُوْرًا۝۲۵
ستا رب ښهٔ خبر دے څهٔ چې ستاسو پهٔ زړونو کښې دی کهٔ تاسو نیکان ییٔ نو هغه توبه ویستونکیو دپاره ډېر بخښونکے دے ۔ ف۳۷
ف۳۷: یعنی دَ مور پلار قدر عزت دَ زړهٔ نه اؤ پهٔ اخلاص پکار دے ۔ هسې دَ ظاهری نمائش دپاره نه ۔ الله تعالیٰ دَ زړونو پهٔ حال ښهٔ خبر دے ۔ کهٔ واقعی تاسو دا خدمت پهٔ اخلاص کویٔ نو هغه به دَ ستاسو غلطیٔ معاف کړی اؤ اجرونه به درکړی ۔ یعنی کهٔ سره دَ اخلاصه ځنی وخت کښې دَ فطری کمزوریٔ پهٔ وجه زړهٔ تنګی راشی یا خدمت کښې څهٔ کمې وشی اؤ بیا توبه وباسی نو دغه قصور به ورته الله تعالیٰ معاف کړی ۔ دَ مور پلار فرمانبرداری پهٔ کومو خبرو کښې ضروری ده اؤ پهٔ کومو کښې نهٔ ده ۔ روح المعانی کښې دَ دې پوره تفصیل شوے دے ۔
وَ اٰتِ ذَا الْقُرْبٰی حَقَّهٗ وَ الْمِسْكِیْنَ وَ ابْنَ السَّبِیْلِ وَ لَا تُبَذِّرْ تَبْذِیْرًا۝۲۶
اؤ ورکوه خپلوانو ته دَ هغوی حق اؤ مسکینانو ته اؤ مسافرو ته اؤ بې ځایه مهٔ الوزوه ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی دَ خپلو خپلوانو دَ مالی اؤ اخلاقی هر قسم حقونو خیال ساتیٔ ۔ دَ محتاجو اؤ غریبانو ضرورتونه پوره کویٔ اؤ الله چې کوم مال درکړے دے دا بې ځایه مهٔ بربادویٔ۔ دغه شان دَ ضرورت پهٔ موقع ېٔ لګویٔ ۔ بې ځایه خرڅ دا دے چې پهٔ ناجائز کار کښې ولګی یا پهٔ یو جائز کار کښې دَ ضرورت نه زیات ولګی ۔
اِنَّ الْمُبَذِّرِیْنَ كَانُوْۤا اِخْوَانَ الشَّیٰطِیْنِ١ؕ وَ كَانَ الشَّیْطٰنُ لِرَبِّهٖ كَفُوْرًا۝۲۷
بېشکه بې ځایه الوزونکی دَ شیطانانو وروڼه دی۔ اؤ شیطان دے دَ خپل رب ناشکره ۔ ف۳۹
ف۳۹: یعنی مال دَ الله تعالیٰ نعمت دے نو دا پهٔ عبادت کښې ، دَ اسلام پهٔ خدمت کښې اؤ پهٔ نیکو کارونو کښې لګؤل پکار دی ۔ بې ځایه لګؤل ېٔ ناشکری ده کومه چې دَ شیطان پهٔ لمسه کیږی نو بنیادم هم پهٔ ناشکریٔ کښې دَ شیطان پهٔ شان شی ۔ لکه شیطان چې دَ الله دَ نعمتونو ناشکری وکړه اؤ کبر ېٔ وکړو ۔ دَ آدمؑ دَ سجدې نه ېٔ انکار وکړو نو تر قیامته پهٔ لعنت شو ۔ بنیادم چې ناشکری وکړی هم دَ شیطان ورور اؤ دَ هغهٔ پهٔ شان پهٔ لعنت شی۔
وَ اِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَآءَ رَحْمَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلًا مَّیْسُوْرًا۝۲۸
اؤ کهٔ چرې تهٔ دَ دوی نه څنګ کوے دَ خپل رب دَ مهربانیٔ پهٔ انتظار کښې دَ کومې چې ستا طمع وه نو کوه دوی سره نرمې خبرې ۔ ف۴۰
ف۴۰: یعنی څوک چې سخی وی همېشه دَ غریبانو امداد کوی کهٔ یو وخت داسې وی چې دَ هغهٔ لاس تش وی اؤ غریب ورته پهٔ طمع راشی نو سخته خبره دې ورته نهٔ کوی پهٔ نرمیٔ دې ورته عذر وکړی چې مثلًا (اوس مې لاس تش دے بیا به دې څهٔ وخت چې الله راکړی امداد وکړم وغېره) پهٔ سخت ځواب اؤ رټلو کښې دا خطره ده چې مخکښې خیرات هم دَ بنده برباد لاړ شی ۔
وَ لَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَ لَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوْمًا مَّحْسُوْرًا۝۲۹
اؤ مهٔ ساته تهٔ خپل لاسونه تړلی پهٔ څټ پورې ۔ اؤ مهٔ ېٔ بالکل پرانستی چلوه ګنی ناست به پاتې شیٔ ملامته تش تور لاس ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی پهٔ هره خبره کښې اعتدال اؤ میانه روی پکار ده ۔ مهٔ دومره آزاد لاس چلوه چې خپله محتاج پاتې شې اؤ بیا درته خلق ملامته کوی اؤ مهٔ داسې لاس بندوه چې غاړې ته ېٔ واچوے اؤ خلق درته شوم بدبخت ووائی ۔ ابن کثیرؒ لیکلی دی چې دَ خپل آمد نه زیات خرچ کؤل هم دَ ”لَا تَبْسُطْهَا کُلَّ الْبَسْطِ “ پهٔ حکم کښې راځی اؤ منع دی ۔ حدیث شریف دے مَا عَالَ مَنِ اقْتَصَدَ ۔ (څوک چې میانه روی اختیار کړی هغه هېچرې نهٔ مختاج کیږی)
اِنَّ رَبَّكَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یَقْدِرُ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًۢا بَصِیْرًا۠۝۳۰
بېشکه ستا رب فراخوی رزق چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ تنګوی ېٔ هم هغه ۔ ف۴۲ بېشکه هم هغه دَ خپلو بندیانو پهٔ حال ښهٔ خبر هر څهٔ لیدونکے دے ۔ ف۴۳
ف۴۲: یعنی دَ ستا پهٔ لاس بندؤلو نهٔ تهٔ غنی کېږې اؤ نهٔ بل فقیر کیږی اؤ نهٔ ستا پهٔ ورکړه بل غنی کیږی اؤ تهٔ فقیر کېږې ۔ غنی کؤل اؤ فقیر کؤل خو دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ۔ یعنی یو سخی بنده ته پهٔ دې افسوس نهٔ دے پکار چې دا غریب زما پهٔ اسره راغلے وهٔ ۔ تش ځی دې به پهٔ زړهٔ کښې څهٔ وائی؟ فقیری اؤ امیری راوستل دَ الله کار دے ستاسو کار صرف حکم منل دی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ دَ غریب پهٔ حالت ډېر بې اختیاره کېږه مه ۔ دَ هغهٔ حاجت پوره کؤل دَ الله پهٔ ذمه دی ستا پهٔ ذمه نهٔ دی (دا خبرې نبی کریمﷺ دپاره دی چې هغه پهٔ خپل طبیعت بې حده سخی وهٔ ۔ چې کله به ورته حاجتمند راغلو اؤ لاس کښې به ورسره څهٔ نهٔ وو نو ډېر خفه به شو) باقی زمونږ غوندې خلقو ته چې (پهٔ مال لګؤلو ېٔ زړهٔ نهٔ کیږی) خو دَ ورکړې حکم دے ۔ طبیب هم ګرم مزاج مریض ته یخ دارو اؤ یخ مزاج مریض ته ګرم دارو ورکوی ۔
ف۴۳: یعنی دَ هر بنده دَ پټ اؤ څرګند حال نه اؤ دَ هغهٔ دَ نفع نقصان هر څهٔ نه ښهٔ خبر دے نو دَ هغې مناسب معامله ورسره کوی ۔ یو حدیث قدسی دے ۔ الله پاک فرمائی زما ځنی بندګان داسې دی چې دَ هغو فائده پهٔ فقیریٔ کښې ده کهٔ ما غنی کړی وې نو آخر به ېٔ تباه شوے وهٔ ۔ اؤ ځنې بندګان داسې دی چې دَ هغو فائده پهٔ مالداریٔ کښې ده کهٔ فقیران کړی مې وې نو پهٔ خپل دین به قائم نهٔ وو پاتی شوی (بل دین ته به اوړېدلی وو) دَ دې نه علاوه دَ ځنو بدبختو دپاره ظاهری مالداری دَ مهلت پهٔ طور ورکؤلے شی چې نور هم سرکش شی اؤ دَ آخری اؤ سختې سزا حقدار شی یا غریبی دَ سزا پهٔ طور ورکؤلے شی۔ (نعوذ بالله)
وَ لَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ خَشْیَةَ اِمْلَاقٍ١ؕ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَ اِیَّاكُمْ١ؕ اِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْاً كَبِیْرًا۝۳۱
مهٔ وژنیٔ خپل اولاد دَ تنګسیا دَ ویرې ۔ مونږ ورکوؤ روزی هغوی ته اؤ تاسو ته هم ، ف۴۴ بېشکه دَ دوی وژل غټ جرم دے ۔ ف۴۵
ف۴۴: ځنو مشرکانو به خپل اولاد قتل کؤلو چې دومره خلقو ته به روزی څنګه پیدا کوؤ؟ پهٔ سورتِ انعام کښې هم یو دغه شان آیت تېر شوے دے ۔ تفصیل هلته وګوریٔ۔
ف۴۵: ځکه چې دا بې رحمی دَ بنیادمو دَ نسل ختمؤلو سبب دے اؤ بل دا چې داسې کؤنکے دا نهٔ منی چې رزق ورکؤنکے الله دے ۔
وَ لَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤی اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً١ؕ وَ سَآءَ سَبِیْلًا۝۳۲
اؤ نژدے مهٔ ورځیٔ زنا ته ، ف۴۶ دا دے دَ بې حیاییٔ کار اؤ ده ناکاره لار ۔ ف۴۷
ف۴۶: یعنی زنا خو غټه خبره ده پردیٔ ښځې ته نژدے ورتلهٔ هم منع دی ، یعنی دَ زنا دَ مبادیو نه هم بچ کېدل ضروری دی (لکه بغیر دَ شرعی ضرورت نه پردیٔ ښځې ته کتل یا ښکلؤل وغېره)
ف۴۷: ځکه چې دا دَ بې حیاییٔ کار دے ۔ یو خو ترې نه نسب کښې ګړبړ راځی ۔ بل ترېنه قسم قسم فسادونه پیدا کیږی اؤ دَ نورو بدیو لارې هم آزادیږی ۔ شاه صاحب لیکلی دی کهٔ دا طریقه روانه شی چې یو سړے دَ بل ښځې ته نژدے کیږی نو هغه به بیا دَ دهٔ ښځې ته نژدے کیږی ۔(اؤ لوئے ګړبړ به جوړ شی ، دَ دنیا نظام به ټول ګډوډ شی) پهٔ مسند امام احمدؒ کښې روایت دے ۔ یو سړی حضور اکرمﷺ ته عرض وکړو چې ما ته دَ زنا اجازت راکړه ۔ خلقو ورباندې شور غوبل جوړ کړو چې ظالمه دَ حضورﷺ پهٔ مخکښې داسې بې ادبه خبرې کوے ۔ غلې شه ۔ حضور اکرمﷺ ورته ووې چې ما ته نژدے راشه ۔ چې هغه ورسره نژدے کښېناستو نو حضور اکرمﷺ ورته ووې چې تهٔ دَ داسې کار اجازت خپلې مور یا خور یا ترور ته ورکؤلے شې؟ (یعنی دا به خوښه کړې چې بل څوک ورسره زنا وکړی) هغهٔ ووې تا نه قربان شم دا کار خو هرګز نهٔ شم کؤلے ۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل چې بل سړے هم دَ خپلې مور ، خور یا ترور سره داسې کار نهٔ شی برداشت کؤلے ، (یعنی تهٔ چې چا ته نژدے کېږې هغه به هم دَ چا خور وی یا به دَ چا مور یا ترور وی نو تهٔ دا اجازت څنګه غواړې؟) پهٔ داسې نرمیٔ پوهه کؤلو نه پس ورته بیا رسول اللهﷺ دعا وکړه چې اے الله دَ دهٔ ګناهونه معاف کړې ۔ زړهٔ ېٔ صفا کړې اؤ شرمګاه ېٔ دَ بدو کارونو نه محفوظ کړې) حضرت ابو امامهؓ فرمائی چې دې دعا نه پس دَ هغه سړی دا حال شو چې پردیٔ ښځې ته به ېٔ کتې هم نهٔ شو ۔
وَ لَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ١ؕ وَ مَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا۝۳۳
اؤ مهٔ وژنیٔ هغه نفس چې الله محفوظ کړے دے مګر پهٔ حقه ف۴۸ اؤ څوک چې قتل کړې شو پهٔ ظلم ورکړے دے مونږ دَ هغهٔ وارث ته زور ۔ نو پکار ده چې دې دَ قتل پهٔ حق کښې دَ حد نه تېر نهٔ شی ۔ ف۴۹ دَ دهٔ مدد کیږی ۔ ف۵۰
ف۴۸: دَ بخاری اؤ مسلم حدیث دے چې دَ یو مسلمان مرګ جائز نهٔ دے مګر پهٔ درے حالتونو کښې ۔ (۱) پهٔ قصاص کښې ، (۲) پهٔ حدِ زنا کښې (کهٔ وادهٔ کړے وی) ، (۳) یا چې مرتد شی بل دین ته واؤړی ۔
ف۴۹: یعنی دَ مقتول وارثانو ته اختیار دے چې دَ حکومت پهٔ امداد دَ مړی بدل واخلی لېکن دَ بدل اخستو پهٔ وخت کښې به دَ حد نه زیاتے نهٔ کوی (مثلًا چې دَ اصل قاتل پهٔ ځائې بل راونیسی یا دَ اصل قاتل سره بل بې ګناه هم ملګرے کړی یا دَ قاتل نه بدل اخستو کښې زیاتے وکړی لکه دَ مړ کؤلو نه پس ترېنه پوزه غوږونه پرېکړی وغېره) یعنی الله پاک دَ هغهٔ امداد وکړو چې دَ بدل اخستو حق ېٔ ورکړو ۔ اؤ حاکمانو ته ېٔ حکم وکړو چې بدل اخستو کښې ورسره امداد وکړی ۔ نو وارث ته هم پکار دی چې بدل اخستو کښې زیاتے ونهٔ کړی اؤ دَ اصل قاتل سره بل بې ګناه ملګرے نهٔ کړی ، نهٔ دَ قاتل پهٔ ځائې بل راونیسی لکه دَ اسلام نه مخکښې چې رواج وهٔ ۔
ف۵۰: یعنی الله تعالیٰ دَ هغهٔ مدد وفرمائیلو چې دَ بدلے اخستو حق ېٔ ورکړو اؤ حکامو ته ېٔ حکم وکړو چې پهٔ حق ورکؤلو کښې دې کمې نهٔ کوی ۔ بلکې هر چا ته لازم دی چې دَ خون بدلې ورکؤلو کښې دې مدد وکړی نهٔ دا چې دَ قاتل حمایت شروع کړی ۔ اؤ وارث له هم پکار دی چې دَ یو پهٔ بدله کښې دوه ونهٔ وژنی یا دا چې قاتل پهٔ لاس ورنهٔ شی نو دَ هغهٔ ځوئے یا ورور دې نهٔ وژنی څنګه چې پهٔ جاهلیت کښې رواج وهٔ ۔
وَ لَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ١۪ وَ اَوْفُوْا بِالْعَهْدِ١ۚ اِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔوْلًا۝۳۴
اؤ نژدے مهٔ ورځیٔ دَ یتیم مال ته مګر پهٔ داسې طریقه چې بهتره وی تر دې چې ورسی خپلې ځوانیٔ ته ۔ ف۵۱ اؤ پوره کویٔ خپله وعده بېشکه دَ وعدې به تپوس کیږی ۔ ف۵۲
ف۵۱: یعنی دَ یتیم مال ته ګوتې مهٔ وروړیٔ ۔ البته کهٔ دَ اصلاح اؤ دَ هغهٔ دَ فائدې دپاره وی نو خیر دے ۔ اؤ کله چې ځلمې شی پهٔ خپل نفع نقصان پوهه شی نو بیا ورته خپل مال حواله کړیٔ چې خپله ېٔ سنبالوی ۔
ف۵۲: پهٔ دې کښې ټولې وعدې راغلې ۔ دَ الله سره ېٔ کړی دی کهٔ دَ الله دَ بندیانو سره ۔ پهٔ دې شرط چې دَ ناجائز کار وعده نهٔ وی ۔ حضرت شاه صاحب لیکی چې دَ چا سره کړی قول و اقرار نه دَ واپس کېدو نقصان بنده ته ضرور رسی ۔
وَ اَوْفُوا الْكَیْلَ اِذَا كِلْتُمْ وَ زِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ١ؕ ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّ اَحْسَنُ تَاْوِیْلًا۝۳۵
اؤ پوره ډکویٔ پیمانه ۔ کله چې پیمانه کؤل کویٔ اؤ تول پوره کویٔ پهٔ سمه برابره تله ف۵۳ دغه کار بهتر دے اؤ ښهٔ دے دَ انجام پهٔ لحاظ ۔ ف۵۴
ف۵۳: یعنی پیمانه کؤلو اؤ تول کښې ټګی مهٔ کویٔ ۔ پهٔ پیمانه یا تول کښې کمی زیاتی کؤلو باندې دَ معاملاتو ټول نظام خرابیږی ۔ دَ شعیبؑ قوم هم پهٔ دې جرم هلاک شوے وهٔ ۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی څوک چې پهٔ یوه ګناه قادر شو اؤ صرف دَ الله دَ ویرې ېٔ هغه دَ ګناه کار پرېښو نو الله تعالیٰ به هغهٔ ته پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې دَ دې اجر ورکوی ۔
ف۵۴: یعنی پهٔ ټګۍ باندې اول اول خو ډېره ګټه وشی خو چې خلق پرې خبر شی چې دا ټګ دے نو بیا ورباندې څوک اعتبار نهٔ کوی اؤ کاروبار ېٔ ختم شی اؤ صفا ستره دَ راستیٔ کاروبار کښې کهٔ پهٔ ظاهره ګټه لږه وی خو پهٔ خلقو کښې ېٔ اعتبار وی اؤ کاروبار ېٔ ښهٔ روان وی پهٔ دغه لږه ګټه کښې ورته الله پاک ډېر برکت واچوی ۔
وَ لَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ١ؕ اِنَّ السَّمْعَ وَ الْبَصَرَ وَ الْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔوْلًا۝۳۶
اؤ پهٔ هغه خبرې پورې مهٔ نښله دَ کومې چې تا ته علم نهٔ وی ۔ بېشکه غوږ ، اؤ سترګې اؤ زړهٔ دَ دې ټولو به تپوس کیږی ۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی بې تحقیقه خبره دَ خلې نه مهٔ وباسه اؤ مهٔ پهٔ بې ثبوته خبره عمل کوه ۔ بنده ته پکار دی چې دَ غوږونو سترګو اؤ عقل نه کار واخلی اؤ پهٔ خبره پوره غور وکړی ، ښهٔ تحقیق ته ېٔ ورسوی نو هله دې پرې عمل شروع کړی ۔ هسې دَ رائے پهٔ خبرو پسې روانېدل اؤ دَ دروغ رښتیا ثبوت ته رسؤلو نه بغیر یوې خبرې باندې قطعی حکم لګؤل اؤ عمل پرې کؤل ډېر نقصان پیدا کوی ۔ دَ رائے پهٔ خبرو چا باندې تهمت لګؤل یا دَ چا سره پهٔ زړهٔ کښې کینه اؤ بغض پیدا کؤل ډېر غلط کار دے ۔ دَ پلار نیکهٔ دَ زمانې پهٔ رسم و رواج عمل کؤلو دپاره دَ شریعت خلاف کارونه کؤل ۔ دَ چا دَ ناحقې ملګرتیا کؤل ، دَ نامعلومو خبرو متعلق دا دعویٰ کؤل چې ما ته معلومې دی ۔ دا ټولې خبرې دَ دې آیت پهٔ حکم کښې راځی ۔ یاد لریٔ دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ بنیادم دَ هر طاقت متعلق تپوس کیږی چې چرته بې ځایه خو نهٔ دے استعمال شوے؟
وَ لَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا١ۚ اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَ لَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا۝۳۷
اؤ مهٔ ګرځه پهٔ زمکه پهٔ کبر کښې ۔ تهٔ نهٔ خو زمکه شلؤلے شې اؤ نهٔ پهٔ وچتوالی کښې غرونو ته رسېدې شې ۔ ف۵۶
ف۵۶: یعنی ایغ نیغ پهٔ کبر ګرځېدل بنیادم ته نهٔ دی پکار ۔ نهٔ خو پهٔ درز قدم کېښوؤ زمکه شلؤلے شی اؤ نهٔ کهٔ څټ ډېر وچت یوسې پهٔ وچتوالی کښې غرهٔ ته رسېدے شی ۔ هر څهٔ کهٔ وکړی خو هم هغه کمزورے بنیادم دے ۔ نو بیا هسې ځان ښودلو ته څهٔ حاجت دے؟
كُلُّ ذٰلِكَ كَانَ سَیِّئُهٗ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوْهًا۝۳۸
پهٔ دې ټولو خبرو کښې ناکاره خبره ستا دَ رب بیزاری ده ۔ ف۵۷
ف۵۷: یعنی دَ کومو خبرو نه چې منع شوے ده دَ هغې کؤل دَ الله پاک ناخوښه دی اؤ دَ کومو چې ېٔ دَ کؤلو حکم کړے دے دَ هغې ېٔ نهٔ کؤل ناخوښه دی ۔
ذٰلِكَ مِمَّاۤ اَوْحٰۤی اِلَیْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ١ؕ وَ لَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتُلْقٰی فِیْ جَهَنَّمَ مَلُوْمًا مَّدْحُوْرًا۝۳۹
دا دَ هغه خبرو نه دی کومې چې دَ وحې پهٔ ذریعه تا ته خپل رب رالیږلې دَ عقل اؤ حکمت دَ خبرو نه ، ف۵۸ اؤ مهٔ شریکوه تهٔ دَ الله سره بل معبود ګنی وبه غوزؤلے شې پهٔ دوزخ کښې ملامته پهٔ دیکو دیکو ۔ ف۵۹
ف۵۸: یعنی پورته آیتونو کښې چې کومې ښې خبرې اؤ نصیحت وشو دا هغه دَ حکمت ، عقل اؤ پاکو اخلاقو خبرې دی چې روغ عقل ېٔ پهٔ مینه قبلوی ۔
ف۵۹: دَ پورته نصیحتونو شروع دَ توحید نه شوے ده ۔ پهٔ آخر کښې ېٔ بیا دَ توحید یادګیرنه وشوه چې خلق پوهه شی چې دَ ټولو نیکیو آغاز اؤ انجام توحید دے ۔
اَفَاَصْفٰىكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِیْنَ وَ اتَّخَذَ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنَاثًا١ؕ اِنَّكُمْ لَتَقُوْلُوْنَ قَوْلًا عَظِیْمًا۠۝۴۰
آیا تاسو ته پهٔ خوښه در وبخښل ستاسو رب ځامن اؤ ځان ته ېٔ دَ فرښتو نه لوڼه پرېښودے ۔ دا خو تاسو کویٔ غټه خرابه خبره ۔ ف۶۰
ف۶۰: یعنی یو خو دا زیاتے دے چې دَ الله دپاره اولاد منیٔ اؤ بیا هغه هم لوڼه چې تاسو ېٔ دَ ځان دپاره نهٔ خوښویٔ ۔ نو کوم شی ته چې تاسو خپله پهٔ سپک نظر ګوریٔ هغه دَ الله دپاره ولې مقررویٔ؟ دا غټه بې ادبی اؤ سخت جرم دے ۔
وَ لَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِیَذَّكَّرُوْا١ؕ وَ مَا یَزِیْدُهُمْ اِلَّا نُفُوْرًا۝۴۱
اؤ مونږ پهٔ شان شان دوی پوهه کړی پهٔ دې قرآن کښې چې فکر وکړی ۔ خو دوی هم نور لرې لرې تښتی ۔ ف۶۱
ف۶۱: یعنی قرآن کریم پهٔ رنګ رنګ دلیلونو اؤ قسم قسم واضح نصیحتونو مشرکان پوهه کوی خو دا بدبخته دَ ځان پوهه کؤلو پهٔ ځائې نور هم لرې لرې تښتی ۔
قُلْ لَّوْ كَانَ مَعَهٗۤ اٰلِهَةٌ كَمَا یَقُوْلُوْنَ اِذًا لَّابْتَغَوْا اِلٰی ذِی الْعَرْشِ سَبِیْلًا۝۴۲
تهٔ ورته ووایه کهٔ دَ الله سره بل معبود وې څنګه چې دوی وائی ف۶۲ نو لټؤلې به ېٔ وهٔ دَ عرش تر خاونده پورې لار ۔ ف۶۳
ف۶۲: یعنی هغه بتان یا نور څیزونه چې دوی ېٔ دَ الله سره پهٔ خدایئ کښې شریک اؤ حصه دار منی ۔
ف۶۳: کهٔ رښتیا چرته دَ هغهٔ سره حصه دار وې نو بیا به ېٔ دَ هغهٔ محکومی څنګه منله ټول به راجمع شوی وو اؤ دَ هغهٔ پهٔ عرش به ېٔ قبضه کړے وه ۔ کهٔ څوک ووائی چې دَ صاحبِ عرش سره مقابله نهٔ شی کؤلے ځکه غلی دی نو دَ داسې کمزوری مخلوق عبادت کؤل غټ جهالت دے ۔ یا کهٔ دغه معبودان خپله دَ ربّ العرش دَ راضی ساتلو کوشش کوی ۔ نوڅوک چې دوی ته معبودان وائی هغوی ته خو بیا خامخا دَ ربّ العرش دَ راضی ساتلو کوشش پکار دے ۔ لېکن ربّ العرش دَ خپلو پېغمبرانو پهٔ واسطه اؤ دَ فطرتِ انسانی پهٔ ذریعه دَ شرک نه دَ مکملې بېزاریٔ اعلان کړے دے ۔ نو بیا دَ حیرانتیا خبره ده چې دا کم عقل خلق پهٔ کومه لار روان دی؟ (دَ توحید اقرار ولې نهٔ کوی؟)
سُبْحٰنَهٗ وَ تَعٰلٰی عَمَّا یَقُوْلُوْنَ عُلُوًّا كَبِیْرًا۝۴۳
هغه پاک دے اؤ وچت دے دَ دوی دَ خبرو نه ډېر وچت ۔
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمٰوٰتُ السَّبْعُ وَ الْاَرْضُ وَ مَنْ فِیْهِنَّ١ؕ وَ اِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمْدِهٖ وَ لٰكِنْ لَّا تَفْقَهُوْنَ تَسْبِیْحَهُمْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا۝۴۴
دَ هغهٔ پاکی بیانوی ووهٔ واړه آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې پهٔ دې کښې دی ۔ اؤ هېڅ شے داسې نشته چې نهٔ لولی دَ هغهٔ ثنا ۔ لېکن تاسو نهٔ پوهېږیٔ دَ هغوی پهٔ ثنا لوستو ۔ ف۶۴ بېشکه هغه الله دے ډېر حلیم بخښونکے ۔ ف۶۵
ف۶۴: یعنی تمام مخلوق دَ حال پهٔ ژبه یا دَ قال پهٔ ژبه دَ الله پاک تسبیح وائی ۔ خو تاسو ورباندې نهٔ پوهېږیٔ ۔ خواه دَ غور و فکر نهٔ کؤلو پهٔ وجه یا دَ هغې طاقت دَ نشت پهٔ وجه دَ کوم پهٔ ذریعه چې پهٔ دې تسبیح څوک پوهېدے شی ۔ اؤ کهٔ څوک ورباندې سره دَ پوهېدو یقین نهٔ کوی نو هغه پوهېدل هم دَ نهٔ پوهېدو سره سم دی ۔
ف۶۵: یعنی تمام مخلوق خو دَ هغهٔ ثنا اؤ پاکی بیانوی اؤ تاسو ورته لوڼه لټویٔ؟ دا داسې غټ جرم دے چې تاسو پهٔ دغه ساعت دَ تباه کؤلو ییٔ ۔ خو دَ الله پاک حلم ډېر زیات دے نو مجرم سمدستی نهٔ رانیسی اؤ ډېر مهربانه دے نو چې څوک توبه وباسی معاف ېٔ کړی ۔
وَ اِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ جَعَلْنَا بَیْنَكَ وَ بَیْنَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُوْرًاۙ۝۴۵
اؤ کله چې تهٔ قرآن لولې نو را واچوؤ مونږ ستا اؤ دَ هغه خلقو ترمینځه چې آخرت نهٔ منی یوه پټه پرده ف۶۶
ف۶۶: څوک چې آخرت نهٔ منی اؤ دَ خپل ښهٔ بد خیال نهٔ ساتی هغه به نصیحت ته څنګه غوږ کیږدی؟ هر کله چې دَ هغهٔ سره دَ خپل نجات غم نشته نو هغه به دَ نجات لاره ښیونکی رسول پهٔ خبرو ولې غور کوی؟ اؤ دَ هغهٔ دربار ته به ځان ولې نژدے کوی؟ بس دغه پهٔ آخرت یقین نهٔ کؤل اؤ دَ انجام نه بې غمه کېدل هغه پرده ده چې دَ دغه سړی اؤ دَ رسولﷺ ترمینځه اوېزانده ده ۔
وَّ جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا١ؕ وَ اِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِی الْقُرْاٰنِ وَحْدَهٗ وَلَّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ نُفُوْرًا۝۴۶
اؤ مونږ راواچوؤ دَ هغوی پهٔ زړونو پردې چې پهٔ دې پوهه نهٔ شی ۔ ف۶۷ اؤ ورکړو دَ هغوی غوږونو کښې بوجې ۔ ف۶۸ اؤ کله چې تهٔ بیان کوے پهٔ قرآن کښې دَ یو الله نو دوی پهٔ شا منډه کړی پهٔ نفرت سره ۔ ف۶۹
ف۶۷: وړومبے دَ رسولﷺ دَ صداقت نهٔ منلو ذکر وهٔ ، اوس پهٔ قرآن دَ نهٔ پوهېدو اؤ غور نهٔ کؤلو بیان دے ۔ یعنی دې قرآن کښې داسې پوره تاثیر دے اؤ پهٔ کافر اثر نهٔ کوی دا ولې؟ دا ځکه چې دَ دوی پهٔ عقل پردې پرتې دی ۔ دَ نمر پهٔ رڼا ټول جهان روښانه وی خو کهٔ یو سړے پهٔ ته خانه کښې پټ ناست وی اؤ روشندان ېٔ هم بند کړے وی دَ هغهٔ دپاره دَ نمر رڼا هډو شته نه ۔
ف۶۸: یعنی چې دَ فائدې اخستو پهٔ خیال ېٔ نهٔ اوری نو داسې ده لکه چې هډو اوری ېٔ نه ۔ الله تعالیٰ چې دَ دوی پهٔ زړونو کومې پردې اچؤلی دی ۔ دا هغه پردې دی چې هغوی پرې خپله فخر کوی ۔ وَ قَآلُوْا قُلُوْبُنَا فِیْۤ اَکِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُوْنَاۤ اِلَیْهِ وَ فِیْۤ اٰذَانِنَا وَقْرٌ وَّ مِنْۢ بَیْنِنَا وَ بَیْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ اِنَّنَا عَامِلُوْنَ۝ (حٰم السجدة ، رکوع ۱)
(دوی وائی تهٔ چې مونږ څهٔ ته بلې زمونږ زړونه دَ هغې نه پهٔ پردو کښې نغښتی دی (ستا خبر ېپرې اثر نهٔ کوی) اؤ زمونږ غوږونو کښې دروندوالې دے (ستا خبره نهٔ اورو) اؤ زمونږ اؤ ستا ترمینځه پردې پرتې دی نو تهٔ خپل کار کوه مونږ به خپل کار کوؤ)
پهٔ آخرت یقین نهٔ کوی اؤ دَ خپل انجام نه بې فکره کېدل ، دَ توحید پهٔ ذکر خفه کېدل ، پهٔ رسول پورې مسخرې کؤل ، دا ټولې داسې خبرې دی چې دَ پردو شکل ېٔ اختیار کړے دے ۔ اؤ چونکې پیدا کؤنکے دَ هر څیز الله تعالیٰ دے پهٔ دې وجه دَ دې پردو نسبت هم هغهٔ ته شوے دے ۔
ف۶۹: یعنی دَ توحید بیان پرې بد لګی ۔ شا کړی اؤ بل خوا روان شی ۔ البته دَ خپلو معبودانو ذکر ېٔ خوښ دے ۔
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَسْتَمِعُوْنَ بِهٖۤ اِذْ یَسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ وَ اِذْ هُمْ نَجْوٰۤی اِذْ یَقُوْلُ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا۝۴۷
مونږ ته ښهٔ علم دے پهٔ کوم غرض چې دوی اورېدل کوی ف۷۰ کله چې دوی تا ته غوږ کېږدی ۔ اؤ کله چې دوی سلاګانې کوی ۔ کله چې دا بې انصافه وائی ، تاسو خو پهٔ یو جادو وهلی سړی پسې روان ییٔ ۔ ف۷۱
ف۷۰: یعنی دَ اورېدو نه ېٔ مطلب دا نهٔ وی چې فائده ترې واخلی اؤ عمل پرې وکړی ۔ دې دپاره ېٔ اوری چې دَ سپکاوی اؤ مسخرو دپاره څهٔ خبره ونیسی ۔
ف۷۱: یعنی قرآن اؤ دَ حضور اکرمﷺ وعظ نصیحت ېٔ واؤرېدو نو بیا لاړل خپلو کښې ېٔ سلا وکړه چې دهٔ ته اوس څهٔ ووایو ۔ یو پکښې ووې پهٔ دې سړی خو جادو شوے دے ۔ (نعوذ بالله) دَ جادو پهٔ اثر ېٔ دماغ خراب شوے دے هسې ګډې وډې وائی ځنو عالمانو دلته (مسحور) دَ ساحر پهٔ معنٰی اخستې دے ۔ یعنی دَ دهٔ خبرې پهٔ خلقو لکه دَ جادو اثر کوی ۔
تنبیه: دَ مسحور دَ لفظ نه چې هغوی کوم مطلب اخستو دَ هغې دَ نفی نه دا نهٔ لازمیږی چې پهٔ حضور اکرمﷺ هډو دَ سحر اثر نهٔ شو کېدے ۔ دا آیت مکّه معظّمه کښې نازل شوے دے ، پهٔ مدینه منوره کښې حضورﷺ باندې دَ یهودو دَ سحر کؤلو واقعه دَ صحیح احادیثو پهٔ کتابونو کښې موجوده ده ۔ دَ سحر پهٔ وجه څو ورځې پهٔ حضور اکرمﷺ داسې اثر شوے وهٔ چې دَ دنیا پهٔ ځنو کارونو کښې به ترېنه غلطی کېده ۔ بیا دا اثر هم ختم شو ۔
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا۝۴۸
وګوره څنګه مثالونه تړی پهٔ تا پورې دوی ورک ګرځی نو نهٔ شی موندې لار ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی کله ورته جادوګر وائی ، کله شاعر ، کله کاهن اؤ کله مسحور ۔ غرض دا چې دغه شان ګډې وډې خبرې کوی پهٔ یوه خبره هم پوهیږی نه ۔ حقیقت دا دے چې دوی سره دَ ډېر کوشش پهٔ خپل مطلب کښې دَ کامیابیٔ لار نهٔ مومی ۔ (نو کله یوه خبره کوی کله بله چې ګورې کهٔ پهٔ دې خبره کار وشی)
وَ قَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّ رُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا۝۴۹
اؤ وائی آیا کله چې مونږ چوره چوره هډوکی شو نو بیا به راپورته کیږو نوی نوزی ۔ ف۷۳
ف۷۳: یعنی حضور اکرمﷺ ته شاعر ، کاهن ، مجنون وئیل خو هم دَ حیرانتیا خبره ده خو زیاته دَ حیرانتیا خبره دَ حضور اکرمﷺ دَ مجنون ثابتؤلو دپاره دَ دوی دا دلیل دے ۔ خلاصه دا ده چې مونږ وینو چې بنیادم مړ شی نو غوښه ېٔ چینجی وخوری تش هډوکی پاتی شی اؤ څهٔ موده پس هغه هم وراستهٔ شی ، خاورو سره خاورې شی نو بیا څوک دَ عقل خاوندان دا منلے شی چې دا وراستهٔ خاورې شوی هډوکی به بیا راغونډیږی ، نوې غوښه به پرې راځی اؤ بنیادم به دَ نوی سره بیا ژوندی کیږی؟ نو دا پېغمبر چې داسې خبرې کوی چې دَ مرګ نه پس به تاسو بیا ژوندی کېږیٔ نو (نعوذ بالله) دَ دهٔ دماغ خراب شوے دے ، لېونے دے ځکه داسې خبرې کوی ۔
قُلْ كُوْنُوْا حِجَارَةً اَوْ حَدِیْدًاۙ۝۵۰
ورته ووایه شیٔ تاسو کاڼی یا وسپنه ،
اَوْ خَلْقًا مِّمَّا یَكْبُرُ فِیْ صُدُوْرِكُمْ١ۚ فَسَیَقُوْلُوْنَ مَنْ یُّعِیْدُنَا١ؕ قُلِ الَّذِیْ فَطَرَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ١ۚ فَسَیُنْغِضُوْنَ اِلَیْكَ رُءُوْسَهُمْ وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هُوَ١ؕ قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَرِیْبًا۝۵۱
یا بل داسې شے چې ستاسو پهٔ خیال کښې ډېر کلک وی ۔ ف۷۴ نو دوی به ژر ووائی چې څوک به مونږ بیا واپس کړی ۔ ورته ووایه چا چې پیدا کړی ییٔ اول ځل ۔ ف۷۵ نو دوی به تا ته سرونه وخوزوی اؤ وبه وائی چې دا به کله وی ۔ ف۷۶ تهٔ ورته ووایه شاید چې هغه وخت نژدے وی ۔ ف۷۷
ف۷۴: یعنی دا زاړهٔ هډوکی خو بیا هم دَ بنیادم دَ بدن اجزاء دی چې څهٔ موده ژوندی پاتی شوی دی زهٔ درته وایٔم چې دا هډوکی نه ، کهٔ ممکن وی نو تاسو دَ کاڼی یا دَ وسپنې یا دَ بل داسې څیز نه جوړ شیٔ چې پهٔ هغې کښې هېچرې دَ ژوند څهٔ اثر نهٔ وی پیدا شوے بلکې څهٔ داسې سخت شے راپیدا کړیٔ چې دَ وسپنې اؤ کاڼی نه هم سخت وی۔ بیا تماشه وکړیٔ چې هغه قادر مطلق ته ستاسو ژوندی کؤل څومره آسان دی ۔
ف۷۵: کوم قادر مطلق چې تاسو دَ نشت نه شته کړی ییٔ دَ خاورو دَ ذرو یا دَ نطفې دَ څاڅکی نه ېٔ چې بې ساه څیزونه وو ، تاسو پیدا کړیٔ ، ژوند ېٔ درکړو اؤ عقل فکر ېٔ درکړو ۔ نو کومې هستیٔ چې وړومبی ځل تاسو ته دا ژوند درکړے دے هغهٔ ته دَ مړ بدن اجزاء راجمع کؤل اؤ پکښې ژوند پیدا کؤل څهٔ ګران کار دے؟
ف۷۶: یعنی دَ خندا اؤ مسخرو دپاره سرونه خوزوی چې هَو صیب ذرې ذرې وراستهٔ هډوکی به بیا ژوندی کیږی اؤ مړی به دَ قبرونو نه راپاڅی ۔ خو دا به وی کله؟
ف۷۷: یعنی دَ قیامت صحیح وخت الله تعالیٰ هېچا ته نهٔ دے ښیٔلے ۔ البته دومره خبره یقینی ده چې هغه وخت رانژدے دے یعنی دَ دنیا پاتې عمر دَ تېر عمر نه کم دے ۔
یَوْمَ یَدْعُوْكُمْ فَتَسْتَجِیْبُوْنَ بِحَمْدِهٖ وَ تَظُنُّوْنَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا۠۝۵۲
اؤ پهٔ کومه ورځ چې تاسو را وبلی نو تاسو به پهٔ منډه راځیٔ دَ هغهٔ تعریفونه به کویٔ ف۷۸ اؤ دا خیال به کویٔ چې تاسو خو ډېر لږ وخت تېر کړے دے ۔ ف۷۹
ف۷۸: یعنی کوم وخت چې دَ الله دَ طرف نه اواز وشی (اسرافیلؑ شپېلۍ ووهی) نو پهٔ یو آواز به ټول مړی دَ قبرونو نه پورته شی اؤ دَ حشر پهٔ میدان کښې به راجمع شی دَ انکار طاقت به دَ هېچا نهٔ وی ۔ پهٔ دغه وخت به ټول بنیادم فرمانبردار وی اؤ دَ الله حمد و ثنا به وائی اؤ پهٔ شاهی دربار کښې به حاضریږی ۔ اګرچې دَ دې وخت حمد و ثنا به کافرو ته څهٔ خیر نهٔ ورکوی ۔ پهٔ ځنو روایاتو کښې دی چې دَ مؤمنانو پهٔ خلهٔ به دَ الفاظ وی ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْ اَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ۔
ف۷۹: یعنی اوس خو درباندې (دَ قیامت انتظار وږد شوے دے) اؤ تلوار کویٔ چې کله به راځی ۔ خو پهٔ هغه وخت به درته داسې ښکاری لکه چې دنیا کښې مو ډېر لږ وخت تېر کړے وی ۔ یعنی دَ دغې ورځې دَ هیبت اؤ ویرې پهٔ وجه به درته دَ دنیا ژوند لږ ښکاری ۔ یا دا چې دَ نفخهٔ اول اؤ نفخهٔ ثانی ترمینځه به چونکې عذاب نهٔ وی نو دا وقفه به ورته لږه ښکاره شی نو وائی به ”مَنْۢ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا“ (سوره یٰسٓ ، رکوع ۴) (دا مونږ چا دَ خوب نه راپورته کړو ۔
وَ قُلْ لِّعِبَادِیْ یَقُوْلُوا الَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ١ؕ اِنَّ الشَّیْطٰنَ یَنْزَغُ بَیْنَهُمْ١ؕ اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِیْنًا۝۵۳
اؤ زما بندیانو ته ووایه چې خبره دې هغه کوی کومه چې ډېره ښهٔ وی ، بېشکه شیطان جګړه اچوی دَ دوی ترمینځه ۔ بېشکه شیطان دَ بنیادم څرګند دشمن دے ۔ ف۸۰
ف۸۰: دَ مشرکانو دَ جهالت اؤ ضد پهٔ وجه ممکنه وه چې دَ ځنو مسلمانانو زړونه تنګ شوے وې اؤ سختیٔ ېٔ ورسره کړے وې ۔ پهٔ دې وجه مسلمانانو ته حکم وشو چې بحث پهٔ نرمیٔ اؤ بهتره طریقه کویٔ ۔ دل آزاری اؤ اشتعال انګېزې خبرې مهٔ کویٔ ۔ ځکه چې دې کښې څهٔ فائدہ نشته بلکې نقصان دے ۔ شیطان دواړه طرفه جنګ ته تیار وی اؤ دَ مقابل پهٔ زړهٔ کښې داسې ضد پیدا شی چې بیا سمې خبرې ته هم غوږ نهٔ ږدی ۔
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِكُمْ١ؕ اِنْ یَّشَاْ یَرْحَمْكُمْ اَوْ اِنْ یَّشَاْ یُعَذِّبْكُمْ١ؕ وَ مَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا۝۵۴
ستاسو رب تاسو ډېر ښهٔ پیژنی ، کهٔ وغواړی پهٔ تاسو به رحم وکړی ۔ اؤ کهٔ وغواړی عذاب به درکړی ۔ ف۸۱ اؤ مونږ تهٔ نهٔ ېٔ استؤلے دَ دوی دپاسه ذمه وار، ف۸۲
ف۸۱: یعنی رحم ورباندې وکړی ، دَ اسلام توفیق ورکړی اؤ یا ېٔ دَ کفر پهٔ حالت کښې مړ کړی اؤ عذاب ورکړی ۔
ف۸۲: حضرت شاه صاحب لیکلی دی پهٔ بحث کښې کله کله دَ حق طرفدار زړهٔ تنګې شی ۔ چې داسې څرګنده صفا اؤ حق خبره دا بله ډله ولې نهٔ منی؟ نو الله تعالیٰ فرمائی چې تاسو دَ چا دَ هدایت قبلؤلو ذمه وار نهٔ ییٔ ۔ پهٔ دې الله ښهٔ پوهیږی چې چا ته لار ښیٔ اؤ چا ته ېٔ نهٔ ښیٔ ۔ ستاسو حق خو صرف پیغام رسؤل اؤ حق څرګندؤل دی ، نور کار دَ الله تعالیٰ دے پهٔ تاسو ېٔ دا ذمه داری نشته چې خبره چا ولې ونهٔ منله؟
وَ رَبُّكَ اَعْلَمُ بِمَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ لَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِیّٖنَ عَلٰی بَعْضٍ وَّ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا۝۵۵
اؤ ستا رب ته ښهٔ معلوم دی څوک چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څوک چې پهٔ زمکه کښې دی ۔ اؤ مونږ فضیلت ورکړے ځنو نبیانو ته پهٔ ځنو باندې اؤ ورکړے مونږ داود ته زبور ، ف۸۳
ف۸۳: یعنی مونږ دَ خپل کامل علم موافق هر یو سره دَ هغهٔ مناسب معامله کوؤ ۔ چا ته چې مناسب ګڼو پېغمبری ورکړو اؤ بیا پېغمبرانو کښې چا ته چې مناسب ګڼو پهٔ نورو پېغمبرانو کلی یا جزوی فضیلت ورکړو ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ یعنی ځنی پېغمبران داسې وو چې دَ اُمت پهٔ بې حده شرارت زړهٔ تنګی شو (اؤ هغو ته ېٔ بد دعا وکړه) تا ته مو لویه سینه درکړے ده اؤ پهٔ نورو مو فضیلت درکړے دے نو تا ته دَ خپلې وچتې مرتبې موافق خوش اخلاقی اؤ ډېر صبر پکار دے ۔ دلته ټولو پېغمبرانو کښې خصوصیت سره دَ داؤد علیه السّلام ذکر ځکه وشو چې دَ هغهٔ سره دَ نصیحت دپاره کتاب زبور هم وهٔ اؤ دَ جهاد اجازت هم وهٔ ورته ۔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ سره هم دواړه څیزونه دی قرآن اؤ جهاد ۔ پهٔ یو حدیث کښې دَ داؤد علیه السّلام متعلق راځی ۔ کَانَ لَا یَفِرُّ اِذَا لَاقٰی ۔ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې دلته دَ زبوؔر ذکر خصوصیت سره ځکه شوے دے چې زبؔور کښې دَ حضورﷺ دَ فضیلت متعلق ډېر مضامین دی ۔ وَ لَقَدْ کَتَبْنَا فِی الزَّبُوْرِ مِنْ ۢ بَعْدِ الذِّکْرِ اَنَّ الْاَرْضَ یَرِثُهَا عِبَادِیَ الصَّالِحُوْنَ (سوره النبیاء ، رکوع ۷) یعنی دَ حضور اکرمﷺ اُمت ۔
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ فَلَا یَمْلِكُوْنَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَ لَا تَحْوِیْلًا۝۵۶
ورته ووایه وبلیٔ څوک چې تاسو (معبودان ګڼیٔ) سوا دَ الله نه ، نو هغوی نهٔ ستاسو نه دَ تکلیف لرې کؤلو طاقت لری اؤ نهٔ دَ دې دَ بدلؤلو ۔ ف۸۴
ف۸۴: یعنی الله خو هغه دے چې پهٔ چا رحم کوی اؤ چا ته عذاب ورکوی اؤ څومره چې غواړی یو ته پهٔ بل باندې فضیلت اؤ لوئی ورکوی ۔ دَ هغهٔ قدرت کامل اؤ علم محیط وی ۔ اوس چې مشرکان دَ کومو څیزونو دَ خداییٔ وعویٰ کوی وګوریٔ چې پهٔ هغو کښې یو هم چرته دا طاقت لری چې دَ چا نه څهٔ تکلیف لرې کړی یا ېٔ دَ یو نه پهٔ بل واچوی ۔ اؤ کهٔ دا کارونه نهٔ شی کؤلے نو داسې کمزوری مخلوق ته خدائې وئیل کوم عقل دے ۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ یَبْتَغُوْنَ اِلٰی رَبِّهِمُ الْوَسِیْلَةَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ وَ یَرْجُوْنَ رَحْمَتَهٗ وَ یَخَافُوْنَ عَذَابَهٗ١ؕ اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُوْرًا۝۵۷
دا خلق چې څوک بلی هغوی خپله تلاش کوی خپل رب ته وسیله چې څوک زیات نژدے دے ف۸۵ اؤ طمع لری دَ الله دَ رحمت اؤ ویریږی دَ هغهٔ دَ عذاب نه ۔ بېشکه ستا دَ رب عذاب دَ ویرې څیز دے ۔ ف۸۶
ف۸۵: دَ بخاری شریف یو حدیث دے ۔ ځنو مشرکانو دَ پېریانو عبادت کؤلو ۔ بیا هغه پېریان مسلمانان شو لېکن دا جاهلان هغه شان پهٔ خپله عقیده کلک وو ۔ دا آیت دَ هغو پهٔ حق کښې نازل شوے دے ۔ ځنی مفسران وائی چې دا آیت خاص نهٔ دے ۔ دَ پېریانو عبادت کؤنکی ، دَ فرښتو عبادت کؤنکی ، مسیحؑ اؤ عزیرؑ ته خدائې ویونکی ټول پکښې راځی ۔ غرض دا چې کوم کسان چې تاسو خدایان ګڼیٔ اؤ مدد ترې غواړیٔ هغوی خپله دَ رب سره دَ نزدیکت پهٔ تلاش کښې دی ۔ دَ هغوی خپلو کښې دا مقابله وی چې څوک به زیات قرب حاصل کړی اؤ پهٔ څهٔ طریقه به ېٔ حاصل کړی اؤ پهٔ دې تلاش کښې وی چې کوم بنده الله ته ډېر نژدے وی چې دَ هغهٔ پهٔ دعا خپله هم قرب حاصل کړی نو هر کله چې دَ ستاسو معبودان پهٔ دې کوشش لګیا دی چې دَ الله رضا اؤ قرب حاصلؤل غواړی نو تاسو خپله سوچ وکړیٔ چې تاسو ته دَ الله قرب حاصلؤل څومره ضروری دی اؤ دې دپاره څومره کوشش پکار دے؟ دَ الله نه غیر دَ بل چا پهٔ عبادت نهٔ الله راضی کیږی اؤ نهٔ هغه څوک راضی کیږی چې تاسو ېٔ عبادت کویٔ ۔
ف۸۶: یعنی سره دَ دې چې الله ته ډېر نژدے دی ، دَ الله قرب ېٔ حاصل کړے دے بیا هم دَ هغوی ټول امیدونه دَ الله پهٔ رحم پورې تړلی دی اؤ دَ هغهٔ دَ عذاب نه هر وخت ویریږی ۔ هغوی خبر دی چې هر قسم نفع رسؤل یا نقصان نه بچ کؤل خالص دَ یو الله پهٔ اختیار کښې دی ۔
وَ اِنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوْهَا قَبْلَ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ اَوْ مُعَذِّبُوْهَا عَذَابًا شَدِیْدًا١ؕ كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا۝۵۸
اؤ هېڅ یو کلې داسې نشته چې مونږ به ېٔ خراب کړو دَ قیامت دَ ورځې نه مخکښې ۔ یا به ورباندې عذاب رانهٔ ولو سخت عذاب ۔ ف۸۷ دا خبره ده پهٔ کتاب کښې لیکلے شوے ف۸۸
ف۸۷: دَ دې آیت ګڼ مطلبونه اخستی شی ۔ (۱) دَ دنیا هر یو کلے به دَ سختو ګناهونو پهٔ بدل کښې دَ قیامت نه وړومبے بالکل تباه کؤلے شی یا کهٔ ګناهونه ېٔ ډېر سخت نهٔ وی نو دَ انتهائی عذاب یعنی بالکل تباهیٔ پهٔ ځائې به ورباندې سخت مصیبتونه راشی ۔ باقی داسې کلے چرته دے چې دَ دنیا آبادېدو نه تر ورانېدو پورې ېٔ نهٔ چرته ګناه کړی وی اؤ نهٔ پرې عذاب راغلے وی ۔ (۲) دَ قیامت دَ راتلو نه وړومبے به دَ دنیا هر کلی ته خپل طبعی مرګ را واستؤلے شی اؤ وران به شی ۔ یا به پهٔ سخت تکلیف اخته شی ۔ دې طبعی مرګ ته چې دَ عذاب اثر پکښې نهٔ وی هم پهٔ قرآن کښې دَ هلاک لفظ استعمالیږی ۔ (دَ هلاک سره عذاب ضروری نهٔ دے) لکه یو آیت دے۔ حَتّٰۤی اِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ یَّبْعَثَ اللہُ مِنْ ۢ بَعْدِہٖ رَسُوْلًا ۔ (سوره المؤمن ، رکوع ۴)
یا یو حدیث دے کُلَّمَا هَلَكَ نَبِیٌّ جَاءَ نَبِیٌّ اٰخَرُ (کله چې به یو نبی وفات شو نو بل نبی به راغلو ) دې دواړو ځایونو کښې دَ پېغمبر خپل طبعی مرګ ته دَ هلاک لفظ استعمال شوے دے ۔ مطلب دا دے چې دَ کفارو هر یو کلے به دَ قیامت نه مخکښې دَ ګناهونو پهٔ سزا کښې تباه کیږی ۔ یا به پهٔ سخت عذاب کښې راګیریږی ۔ هر یو تفسیر چې ېٔ وشی اصل مطلب ېٔ دَ کافرو ویرؤل دی ۔ مخکښې آیت کښې چې وئیلی شوی وو ۔ اِنَّ عَذَابَ رَبَّكَ کَانَ مَحْذُوْرًا ۔ دې آیت کښې دَ هغې دَ واقع کېدو خبر ورکړې شو (چې دَ قیامت نه مخکښې به ضرور دا عذاب راځی)
ف۸۸: یعنی دا فیصله بالکل یقینی ده کومه چې پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلے شوے ده ۔ هېڅ طاقت دا فیصله منع کؤلے نهٔ شی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ هر ښار خلق دَ یو بزرګ اعتماد کوی چې مونږ دَ دهٔ پهٔ لمن کښې پهٔ امن یو نو پهٔ وخت راتلو هېڅوک پناه نهٔ شی ورکؤلے ۔ لَا عَاصِمَ الْیَوْمَ مِنْ اَمْرِ اللہِ اِلَّا مَنْ رَّحِمَ ۔
(نن دَ الله دَ حکم (عذاب نه) هېڅوک نهٔ شی بچ کېدے سوا دَ هغو نه چې الله پرې رحم وکړی)
وَ مَا مَنَعَنَاۤ اَنْ نُّرْسِلَ بِالْاٰیٰتِ اِلَّاۤ اَنْ كَذَّبَ بِهَا الْاَوَّلُوْنَ١ؕ وَ اٰتَیْنَا ثَمُوْدَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوْا بِهَا١ؕ وَ مَا نُرْسِلُ بِالْاٰیٰتِ اِلَّا تَخْوِیْفًا۝۵۹
اؤ مونږ ځکه (خاصې) نښانې راستؤل بند کړل چې مخکښینیو قومونو دروغ وګڼلې ۔ ف۸۹ اؤ مونږ ورکړه ثمودیانو ته اوښه دَ هغوی دَ پوهې دپاره ۔ نو هغوی ورباندې ظلم وکړو ۔ ف۹۰ اؤ مونږ خو داسې نښانې دَ ویرؤلو دپاره راستوؤ ۔ ف۹۱
ف۸۹: حدیث دے چې دَ مکّې معظّمې خلقو دَ رسول اللهﷺ نه څهٔ معجزې غوښتې وې ( لکه دا چې دَ صفا غونډیٔ دَ سرو زرو کړه یا دَ مکّې دَ خواوشا نه دا غرونه لږ اخوا ته وخوزوه چې کر کروندې دپاره میدان آزاد شی وغېره) کهٔ داسې دې وکړل نو مونږ به ایمان راؤړو ۔ دا آیت دَ دې پهٔ ځواب کښې نازل شوے دے چې داسې معجزې الله ته څهٔ ګرانې نهٔ دی ۔ خو مخکښې قومونو ته هم دغسې پهٔ دنیا (فرمائشی) معجزې ښیٔلے شوے وې خو هغوی بیا هم ایمان رانهٔ وړو بلکې نافرمانئ کښې نور هم زیات شو ۔ نتیجه ېٔ دا شوه چې الله تعالیٰ بالکل تباه کړل ۔ نو اوس کهٔ تاسو ته هم فرمائشی معجزې وښیٔلی شی نو الله تعالیٰ ته معلومه ده اؤ ستاسو دَ ظاهری حالت نه هم دا معلومیږی چې تاسو به بیا هم یقین نهٔ کویٔ نو دَ الله تعالیٰ دَ عام قانون ماتحت به تاسو ټول تباه کؤلے شیٔ اؤ دا خبره دَ الله تعالیٰ دَ حکمت اؤ مصلحت نه خلاف ده ۔ دَ الله تعالیٰ اراده دَ دې آخری اُمت پهٔ حق کښې دا نهٔ ده چې لکه دَ مخکښینیو قومونو تباه کړې شی ۔ مخکښینیو قومونو ته فرمائشی معجزې ځکه ښیٔلے شوے وے چې آخری اُمت ته یو نمونه وښیٔلی شی چې دَ فرمائشی معجزو غوښتو نتیجه څهٔ وی ۔ نو پهٔ دې آیت کښې دغه نظیرونه بیان شوی دی چې کهٔ فرمائشی معجزو نه پس مو نافرمانی وکړه اؤ یقینًا به کویٔ نو دغه حال به مو وی کوم چې دَ تېرو قومونو شوے دے ۔ لېکن دَ الله تعالیٰ دا خوښه نهٔ ده چې تاسو هم دغه شان تباه شیٔ ځکه ستاسو فرمائش نهٔ پوره کوی ۔
ف۹۰: دَ ثمود قوم خپل پېغمبر نه مطالبه کړے وه چې دَ فلانی ګټ نه ژوندیٔ اوښه راوباسه نو مونږ به ایمان راؤړو ۔ الله تعالیٰ دغه معجزه څرګنده کړه ۔ دَ ګټ نه ېٔ ژوندیٔ اوښه را ووېسته خو پهٔ ځائې دَ دې چې دَ هغو سترګې غړېدلے وې ۔ ایمان ېٔ راؤړے وې ۔ دَ هغو زړونه نور هم سخت شو اؤ دَ هغه اوښې سره ېٔ دښمنی شروع کړه ۔ هغه ېٔ مړه کړه اؤ دَ صالحؑ دَ مرګ تابیا ېٔ هم کؤله ۔ آخر دا چې ټول تباه و برباد شول ، یوه قصه مخکښې تېره شوے ده ۔ دا دَ ”اِلَّاۤ اَنْ کَذَّبَ بِهَا الْاَوَّلُوْنَ“ یوه نمونه پیش کړې شوه ۔
ف۹۱: یعنی هدایت پهٔ معجزو پورې ایسار نهٔ دے ۔ دَ معجزو څرګندؤلو مطلب خو دا دے چې خلق دَ الله تعالیٰ دَ بې اندازې طاقت نه خبر شی ، اؤ ویریږی اؤ دَ احکامو منلو ته غاړه کېږدی ۔ اؤ کهٔ دا مطلب نهٔ حاصلیږی اؤ دَ هغه قوم تباه کؤل هم لا مقدر نهٔ وی نو هسې دَ معجزو ښیٔلو نه څهٔ خیر دے ۔ البته دَ مصلحت اؤ حکمت مناسب عامې معجزې هر وخت ښیٔلی شی ۔
وَ اِذْ قُلْنَا لَكَ اِنَّ رَبَّكَ اَحَاطَ بِالنَّاسِ١ؕ وَ مَا جَعَلْنَا الرُّءْیَا الَّتِیْۤ اَرَیْنٰكَ اِلَّا فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَ الشَّجَرَةَ الْمَلْعُوْنَةَ فِی الْقُرْاٰنِ١ؕ وَ نُخَوِّفُهُمْ١ۙ فَمَا یَزِیْدُهُمْ اِلَّا طُغْیَانًا كَبِیْرًا۠۝۶۰
اؤ کله چې ووې مونږ تا ته چې ستا رب راګېر کړی دی ټول خلق ۔ ف۹۲ اؤ کومې نظارې چې مونږ تا ته وښیٔلې نو دا دَ خلقو دَ ازمېښت دپاره ، ف۹۳ هم دغه شان هغه ونه چې پرې لعنت راغلے پهٔ قرآن کښې ف۹۴ اؤ مونږ دا خلق ویره وو خو دَ دوی غټه سرکشی نوره هم زیاتیږی ۔ ف۹۵
ف۹۲: شاید چې دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زړهٔ کښې راغلی وی چې فرمائشی معجزې نهٔ ښیٔلو پهٔ وجه به کافرو ته دَ خندا موقع پهٔ لاس ورشی ۔ وائی به کهٔ دې رښتونې پېغمبر وې نو مونږ چې دَ کومو معجزو مطالبه کوؤ دا به ېٔ څرګندې کړے وې ۔ نو الله تعالیٰ حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکوی چې دَ ستا دَ رب علم اؤ قدرت دَ ټولو خلقو نه چاپېره دے ۔ هېڅ شے هم دَ الله دَ علم نه بهر نشته ۔ اؤ نهٔ څهٔ شے دَ هغهٔ دَ قبضې نه چرته وتې شی نو تهٔ دَ دوی دَ ملامتې یا خندا هېڅ فکر مهٔ کوه ۔ دوی تا ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔ تهٔ خپل کار کوه اؤ دوی ما ته حواله کړه ۔ زهٔ خبر یم چې فرمائشی معجزو ښیٔلو نه پس هم دې خلقو ایمان نهٔ راؤړو اؤ بیا زما دَ عذاب نه خلاصېدے نهٔ شو ټول به تباه کېدل ۔ اؤ زهٔ دا هم پېژنم چې دَ چا فی الحال تباه کؤل پکار دی ۔ اؤ دَ چا پهٔ باقی پاتې کېدو کښې خیر دے ، نو تهٔ دا غمونه مه کوه ۔ زهٔ پهٔ خپل کار ښهٔ پوهېږم ۔ تهٔ ېٔ ما ته وسپاره ۔
ف۹۳: دَ مناظرو ښیٔلو نه مطلب دَ معراج دَ شپې مناظر دی ۔ چې مؤمنانو ورباندې یقین وکړو رښتیا ېٔ ګڼلې اؤ کافرو ورته دروغ وې ۔
ف۹۴: یعنی دَ زقومو نه کومه چې دَ دوزخیانو خوراک دے ۔ مؤمنانو پرې یقین وکړو اؤ کافرو به وې چې دَ دوزخ اور کښې شنه ونه دَ کومې راغله ۔ دا هم یو ازمېښت وهٔ دَ دې دواړو مثالونو نه پته لګی چې دَ دې خلقو دَ طبیعتونو دَ معجزو پهٔ تصدیق کؤلو کښې څهٔ رنګ وهٔ ۔
ف۹۵: یعنی دَ چا زړهٔ چې دَ الله دَ خوف نه خالی دے هغوی پهٔ ویرؤلو ویریږی نه ۔ بلکې شرارت ېٔ نور هم زیاتیږی نو دَ فرمائشی معجزو پهٔ څرګندؤلو دَ دې قوم نه دَ ایمان راوړو طمع نشته ۔
وَ اِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ١ؕ قَالَ ءَاَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِیْنًاۚ۝۶۱
اؤ کله چې مونږ ووې فرښتو ته ، سجده وکړیٔ آدمؑ ته ، نو ټولو سجده وکړه بې دَ ابلیس نه ۔ وېٔ وئیل آیا زهٔ سجده وکړم هغه چا ته چې تا پیدا کړے دے دَ خټې نه ۔ ف۹۶
ف۹۶: دا قصه مخکښې څو ځایه تېره شوے ده ۔ مطلب ېٔ دا دے چې بې تپوسه حکم منل دَ فرښتو کار دے اؤ شک شبهې پیدا کؤل دَ شیطان کار دے ۔ دا کافر هم دَ شیطان پهٔ پل روان دی ۔ پهٔ هره خبره کښې شکونه را وباسی خو یاد لریٔ انجام به ېٔ هم هغه وی څنګه چې شیطان پهٔ لعنت شو ۔
قَالَ اَرَءَیْتَكَ هٰذَا الَّذِیْ كَرَّمْتَ عَلَیَّ١٘ لَىِٕنْ اَخَّرْتَنِ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَاَحْتَنِكَنَّ ذُرِّیَّتَهٗۤ اِلَّا قَلِیْلًا۝۶۲
وې وئیل وګوره تهٔ ، دا سړے چې زما نه دې زیات عزت ورکړو ۔ کهٔ تا ما ته مهلت راکړو دَ قیامت تر ورځې پورې ، نو زهٔ به قبضه کړم دَ دهٔ ټول اولاد بې دَ لږو نه ، ف۹۷
ف۹۷: یعنی دَ لږو کسانو نه علاوه به ټول داسې قبضه کړم لکه دَ اس پهٔ خلهٔ کښې چې قینزه ورکړې شی ۔ نو څوک چې زما پهٔ مقابله کښې دومره کمزورے دے هغهٔ ته زما نه زیات فضیلت څنګه ورکړې شو ۔
قَالَ اذْهَبْ فَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَاِنَّ جَهَنَّمَ جَزَآؤُكُمْ جَزَآءً مَّوْفُوْرًا۝۶۳
الله ورته ووې ځه ورځه بیا چا چې ستا تابعداری وکړه پهٔ دوی کښې ، نو دوزخ ستاسو دَ ټولو بدله ده پوره پوره بدله ۔ ف۹۸
ف۹۸: یعنی ځه لاس دې آزاد چې څومره طاقت دې وی هغه وکړه ما هم ستا اؤ ستا دَ تابعدارو دپاره دَ دوزخ جېلخانه تیاره کړے ده ۔
وَ اسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَ اَجْلِبْ عَلَیْهِمْ بِخَیْلِكَ وَ رَجِلِكَ وَ شَارِكْهُمْ فِی الْاَمْوَالِ وَ الْاَوْلَادِ وَعِدْهُمْ١ؕ وَ مَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا۝۶۴
اؤ وویروه پهٔ دوی کښې څومره چې تهٔ ویرؤلے شې پهٔ خپلو آوازونو ۔ ف۹۹ اؤ راوله ورباندې خپل سوارهٔ اؤ پیاده ۔ ف۱۰۰ اؤ شریک شه ورسره پهٔ مالونو کښې اؤ پهٔ اولاد کښې ۔ ف۱۰۱ اؤ ورکړه ورسره وعدې اؤ هېڅ وعده نهٔ کوی شیطان دوی سره بې دَ دروغو ۔ ف۱۰۲
ف۹۹: یعنی هغه آواز چې دَ الله نافرمانئ ته ېٔ پرې تیاروې ۔ مطلب زړهٔ کښې شکونه اچؤل دی ۔ (دَ سرود آوازونه هم دې کښې راځی)
ف۱۰۰: خپل سوارهٔ اؤ پیاده پرې ټول وزغلوه ۔ یعنی خپل پوره طاقت استعمال کړه (دَ الله تعالیٰ دَ احکامو نافرمانی کؤنکی پیریان وی کهٔ بنیادم ټول دَ شیطان لښکر اؤ دَ هغهٔ سوارهٔ اؤ پیاده دی)
ف۱۰۱: یعنی پهٔ زړهٔ ارمان مهٔ پرېږده ښهٔ ېٔ تېر باسه چې پهٔ مال اؤ اولاد کښې ستا برخه مقرر کړی ۔ (یعنی چې پهٔ ناجائزه طریقه ېٔ حاصل کړی اؤ پهٔ ناجائز کارونو ېٔ ولګوی دغه دَ شیطان برخه ده)
ف۱۰۲: شیطان چې ورته کوم دَ شیشو آسمان جوړوی پهٔ دې باور کؤل دَ کم عقلو کار دے ۔ دَ شیطان خو ټولې وعدې دَ دروغو دی خپله به اقرار کوی ”وَوَعَدْتُّکُمْ فَاَخْلَفْتُکُمْ“ (سوره ابراهیم ، رکوع ۴)
اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ١ؕ وَ كَفٰی بِرَبِّكَ وَكِیْلًا۝۶۵
بېشکه کوم چې زما بندیان دی نهٔ رسی ستا پهٔ هغوی هېڅ وس ، اؤ ستا رب کافی دے کارساز ۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: یعنی څوک چې پهٔ الله اعتماد وکړی ۔ الله پاک دَ هغهٔ امداد کوی اؤ دَ شیطان دَ جال نه ېٔ خلاصوی ۔
رَبُّكُمُ الَّذِیْ یُزْجِیْ لَكُمُ الْفُلْكَ فِی الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا۝۶۶
ستاسو رب هغه دے چې چلوی ستاسو دپاره کشتۍ پهٔ دریاب کښې ف۱۰۴ چې تاسو ولټویٔ دَ هغهٔ فضل ۔ ف۱۰۵ هم هغه پهٔ تاسو مهربانه دے ۔
ف۱۰۴: دا دَ الله تعالیٰ دَ کارسازیٔ یوه نمونه پیش کړې شوه ۔ دلته یو مشرک هم اقرار کوی چې بې دَ الله نه بل څوک امداد نهٔ شی کؤلے ۔
ف۱۰۵: دَ فَضَل معنٰی ده زیاتے ۔ خو دلته ترېنه مطلب روزی ده ۔ قرآن کښې اکثر رزق ته فَضَل وئیلی شوی دی ۔ یعنی دَ مسلمان ژوند اؤ دَ هغهٔ عبادت خو دَ آخرت دپاره دے ۔ دَ دنیا نعمتونه ورته زیاتی ورکؤلے شی ۔
وَ اِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِی الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُوْنَ اِلَّاۤ اِیَّاهُ١ۚ فَلَمَّا نَجّٰىكُمْ اِلَی الْبَرِّ اَعْرَضْتُمْ١ؕ وَ كَانَ الْاِنْسَانُ كَفُوْرًا۝۶۷
اؤ کله چې راشی پهٔ تاسو څهٔ آفت پهٔ دریاب کښې ورک شی درنه کوم کوم چې تاسو بلیٔ بې دَ الله نه ، بیا چې هغه مو بچ کړی وچې ته نو مخ واړویٔ ۔ اؤ دے بنیادم ډېر ناشکره ۔ ف۱۰۶
ف۱۰۶: یعنی دَ سختې نه وتو سره سمدستی ېٔ بیا حقیقی محسن هېر کړے وی ۔ لږ ساعت مخکښې ېٔ دَ دریاب پهٔ چپو کښې الله یاد شوے وهٔ ۔ خاص دَ هغهٔ نه ېٔ امداد غوښتو خو پهٔ غاړه قدم کښېښوؤ سره ېٔ بیا الله تعالیٰ هېر کړو ۔ دَ دې نه زیاته ناشکری به نوره څهٔ وی؟
اَفَاَمِنْتُمْ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ اَوْ یُرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ وَكِیْلًاۙ۝۶۸
نو آیا تاسو دَ دې نه بې غمه شویٔ چې ښخ مو کړی پهٔ وچه غاړه کښې ۔ ف۱۰۷ اؤ را واستوی درباندې کاڼی ورونکے سیلۍ ۔ بیا به نهٔ مومیٔ دَ ځان دپاره څوک بچ کؤنکے ۔
ف۱۰۷: یعنی دَ سمندر پهٔ غاړه مو وچه زمکه کښې ښخ کړی ۔ زلزله راشی یا زمکه وچوی اؤ تاسو لکه دَ قارون پکښې ښخ شیٔ ۔ مطلب دا چې هلاکت یواځې دَ دریاب موجونو کښې نهٔ دے په وچه مو هم تباه کؤلے شی نو پهٔ وچه ځان ولې محفوظ ګڼیٔ؟
اَمْ اَمِنْتُمْ اَنْ یُّعِیْدَكُمْ فِیْهِ تَارَةً اُخْرٰی فَیُرْسِلَ عَلَیْكُمْ قَاصِفًا مِّنَ الرِّیْحِ فَیُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ١ۙ ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ عَلَیْنَا بِهٖ تَبِیْعًا۝۶۹
یا بې غمه شویٔ دَ دې نه کهٔ بیا مو سمندر ته بوځی دویٔم ځل ف۱۰۸ اؤ را واستوی درباندې سخته طوفانی سیلۍ نو غرق به مو کړی دَ دې ناشکریٔ پهٔ بدل کښې ۔ بیا به نهٔ مومیٔ څوک زمونږ نه پهٔ دې کار کښې تپوس کؤنکے ۔ ف۱۰۹
ف۱۰۸: یعنی داسې ضرورت درته پیښ کړی چې تاسو بیا پهٔ سمندر کښې پهٔ سفر کؤلو مجبور شیٔ اؤ بیا درباندې طوفان راولی (نو بیا به چا ته چغې وهیٔ ، اؤ څوک به مو خلاصوی)۔
ف۱۰۹: یعنی دَ الله نه تپوس څوک کؤلے شی؟ یا داسې څوک دی چې پهٔ الله تعالیٰ پسې شی اؤ دَ دې مړیو خون بها ترېنه وصول کړی ۔
وَ لَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِیْۤ اٰدَمَ وَ حَمَلْنٰهُمْ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ وَ رَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَ فَضَّلْنٰهُمْ عَلٰی كَثِیْرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِیْلًا۠۝۷۰
اؤ مونږ عزت ورکړے دَ آدمؑ اولاد ته اؤ سورلی مو ورکړے پهٔ وچه اؤ پهٔ دریاب کښې اؤ رزق مو ورکړے پاک سُتره ، اؤ لوئی مو ورکړے پهٔ اکثرو هغه څیزونو چې مونږ پیدا کړے، ډېره لوئی ۔ ف۱۱۰
ف۱۱۰: یعنی بنیادم ته ېٔ ښائست شکل ، دَ خبرو طاقت ، عقل فکر اؤ نور حواس ورکړی دی ۔ چې دَ دې پهٔ ذریعه خپله دَ دنیا اؤ آخرت نفع نقصان وپېژنی ۔ هر طرف ته ورته دَ ترقیٔ لارې آزادې دی ۔ نور مخلوقات پهٔ قبضه کښې راولی اؤ خپله فائده ترېنه اخلی ۔ پهٔ وچه دَ څاروؤ اؤ نورو قسم قسم مشینونو پهٔ ذریعه سفر کوی اؤ پهٔ سمندر کښې دَ کشتیو اؤ لویو لویو جهازونو پهٔ برکت لرې لرې رسی ۔ قسم قسم مزیدارو خوراکونو ، آبادو اؤ نور هر قسم دَ آرام و راحت سامان نه فائده اخلی ۔ هم دَ دغې بنیادمو پلار وړومبے بنده آدمؑ ته ېٔ پهٔ فرښتو سجده وکړه اؤ آخری بنده حضرت محمّد مصطفٰیﷺ ېٔ دَ ټول مخلوق سردار کړو ۔ غرض دا چې بنیادم ته الله پاک دَ هر قسم نه عزت اؤ لوئی ورکړے ده اؤ پهٔ خپل اکثر مخلوقات ېٔ افضل کړے دے ۔ مفسرینو دَ دې آیت پهٔ ضمن کښې دا بحث چېړلے دے چې پهٔ فرښتو اؤ بنیادمو کښې کوم افضل اؤ کوم مفضول دے ۔ نو انصافی خبره خو دا ده چې دا آیت دا خبره نهٔ فیصله کوی ۔ دَ احنافو خیال دا دے چې دَ بنیادمو رسولان دَ فرښتو دَ رسولانو نه افضل دی اؤ دَ فرښتو رسولان دَ بنیادمو دَ رسولانو نه علاوه دَ نورو بنیادمو اؤ نورو فرښتو ټولو نه افضل دی اؤ عامې فرښتې دَ عامو بنیادمو نه افضلې دی ۔
یَوْمَ نَدْعُوْا كُلَّ اُنَاسٍۭ بِاِمَامِهِمْ١ۚ فَمَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ یَقْرَءُوْنَ كِتٰبَهُمْ وَ لَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا۝۷۱
پهٔ کومه ورځ چې مونږ به را وبلو هره یوه ډله دَ خپلو مشرانو سره ۔ نو چا ته چې ورکړې شوه عملنامه پهٔ ښی لاس ، نو دغه کسان به لولی خپله عملنامه ۔ ف۱۱۱ اؤ ظلم به نهٔ کیږی پهٔ هغوی دَ یو تار برابر ۔ ف۱۱۲
ف۱۱۱: دې آیت کښې دا ښیٔلی شی چې پیدائشی طور چې بنیادم ته کوم فضیلت ورکړې شوے وهٔ ۔ کوم خلق دی چې هغه عزت ېٔ باقی وساتلو اؤ کومو خلقو هغه خپل شرافت خاورې ایرې کړو ۔ خلاصه دا ده چې دَ قیامت پهٔ ورځ به هره ډله دَ هغه څیزونو سره حاضره شی دَ کومو چې هغوی تابعداری کؤله ۔ مثلًا دَ مؤمنانو پېغمبران ، کتاب ، مذهبی مشران اؤ دَ کفارو خپل مذهبی مشران ، شیطانان اؤ هغه دَ دروغو معبودان بتان وغېره ۔ هر څهٔ به حاضر شی ۔ وَ جَعَلْنَاھُمْ اِئِمَّةً یَّدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ (سوره قصص ، رکوع۴) پهٔ حدیث شریف کښې دی لَتَتَّبِعُ کُلُّ اُمَّةٍ مَا کَانَتْ تَعْبُدُ (هره ډله به پهٔ هغه څیز پسې روانه وی دَ کوم عبادت چې ېٔ کؤلو) پهٔ دغه وخت به هر بنیادم ته خپله عملنامه ورکړې شی چا ته به عملنامه مخامخ پهٔ ښی لاس ورکړې شی چا ته به دَ شا مخې پهٔ ګس لاس کښې ورکړې شی ۔ دغه به ېٔ دَ ښهٔ اؤ بدیو څرګنده علامه وی ۔ ”اصحاب یمین“ پهٔ ښی لاس عملنامه اخستونکی به هغه خلق وی چا چې پهٔ دنیا کښې حق قبول کړے اؤ نیک عملونه ېٔ کړی دی ۔ اؤ خپل فطری شرافت اؤ عزت ېٔ باقی ساتلے دے نو پهٔ دغه ورځ به هغوی خپله عملنامه ډېره پهٔ خوشحالیٔ اؤ خندا ګوری اؤ نورو ملګریو ته به هم آواز کوی هٰآؤُمُ اقْرَءُوْا کِتٰبِیَهْ ۔ (سوره الحاقه ، رکوع ۱)
(راشیٔ زما عملنامه هم وګوریٔ)
چا ته چې عملنامه پهٔ ګس لاس ورکړې شی ”اصحاب شمال“ دَ هغو څهٔ حال پهٔ وروستو آیت کښې بیانیږی ۔ ځنو مفسرانو دَ ”بِاِمَامِهِمْ“ نه مراد عملنامه اخستے ده ، ځکه چې هر سړے به پهٔ خپله عملنامه پسې روان وی ۔ (یعنی دَ هغې مطابق به جنّت یا دوزخ ته ځی)
ف۱۱۲: دَ کجورې دَ هډوکی پهٔ مینځ چاؤدی کښې نرې غوندې تار وی هغې تهٔ ”فتیل“ وئیلی شی ۔ مطلب دا چې یوه ذره ظلم به پهٔ چا نهٔ کیږی هر چا ته به خپل حق پوره پوره رسی ۔
وَ مَنْ كَانَ فِیْ هٰذِهٖۤ اَعْمٰی فَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ اَعْمٰی وَ اَضَلُّ سَبِیْلًا۝۷۲
اؤ څوک چې دی پهٔ دې جهان کښې ړاندهٔ نو هغوی به بل جهان کښې هم ړاندهٔ وی ۔ اؤ ډېر لرې وتی دَ لارې نه ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۳: یعنی څنه چې ېٔ دنیا کښې دَ هدایت لار نهٔ لیده دغسې به اوس پهٔ آخرت کښې دَ جنت لار نهٔ وینی ۔ دا دَ اصحابِ یمین پهٔ مقابله کښې اوس دَ اصحابِ شمال حالت بیانیږی ۔ ځنو مفسرانو دَ ”وَاَضَلُّ سَبِیْلًا“ مطلب دا اخستې دے چې پهٔ دنیا کښې خو غلطی سمېدې شوه ۔ سمې لارې ته راؤړېدې شو ۔ آخرت کښې اوس دَ دې څهٔ امکان نشته ۔
وَ اِنْ كَادُوْا لَیَفْتِنُوْنَكَ عَنِ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ لِتَفْتَرِیَ عَلَیْنَا غَیْرَهٗ١ۖۗ وَ اِذًا لَّاتَّخَذُوْكَ خَلِیْلًا۝۷۳
اؤ دې خلقو خو دا غوښته چې تا ورغړوی دَ هغې خبرو نه چې مونږ وحې راستؤلے تا ته چې دروغ جوړ کړې تهٔ پهٔ مونږ دَ وحې نه سوا ، اؤ بیا تهٔ به دوی دوست کړے وې ۔ ف۱۱۴
ف۱۱۴: یعنی ځنی ړاندهٔ خو داسې شیطانان دی چې خپله ترېنه څهٔ لار خطا وی چې نور بینا هم خطا کوی ۔ تهٔ اوس دَ مکّې معظّمې دَ کافرو دې بې حیاییٔ ته وګوره چې پهٔ حضور اکرمﷺ به ېٔ زور اچؤلو چې الله تعالیٰ چې تا ته دَ وحې پهٔ ذریعه کوم احکام راستوی تهٔ پهٔ هغې کښې زمونږ دَ خاطره څهٔ کمې وکړه یا ورکښې ځنی احکام بدل کړه ۔ کله به ېٔ دَ حکومت ، دولت اؤ ښائسته ښځو لالچ ورکؤلو اؤ کله به ېٔ ورباندې دپکې کؤلے چې دَ قرآن نه دغه حصه کمه کړه کومه کښې چې دَ شرک اؤ بت پرستیٔ بد وئیلی شوی دی ۔ کهٔ داسې دې وکړه نو مونږ به ستا پاخهٔ دوستان شو ۔ خو دَ رسول اکرمﷺ ځواب به دا وهٔ چې قسم پهٔ الله کهٔ پهٔ یو لاس کښې راته سپوږمۍ کېږدیٔ اؤ بل کښې نمر بیا هم کوم کار دپاره چې زهٔ الله پاک راستؤلے یم پهٔ هغې کښې یوه ذره فرق راوستونکے نهٔ یم ۔ یا به مې الله پاک کامیاب کړی اؤ یا به دغې کار کښې ختم شم ۔
دست از طلب نہ دارم تا کامِ من بر آید
یا تن رسد بہ جاناں یا جان زتن بر آید ۔
(له طلبه اخلم لاس نه تر څو سا چې پهٔ ما کښې ده
يا به ورشم جانان ته يا به تن نه مې سا وځی)
وَ لَوْ لَاۤ اَنْ ثَبَّتْنٰكَ لَقَدْ كِدْتَّ تَرْكَنُ اِلَیْهِمْ شَیْـًٔا قَلِیْلًاۗۙ۝۷۴
اؤ کهٔ تهٔ مونږ کلک کړے نهٔ وې نو څهٔ لرې نهٔ ده کهٔ تهٔ مائل شوے وې دوی طرف ته لږ شان ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۵: تَرْکَنُ“ دَ رُکُوْن نه جوړ شوے دے یو طرف ته لږ غوندې میلان چې دَ هغې سره ”شَیْئًا قَلِیْلًا“ هم شو نو مطلب شو دَ کم نه کم میلان ۔ ډېر معمولی خواهش بیا دَ هغې سره ”لَقَدْ كِدْتَّ “ چې یو ځائې شو نو دَ واقع کېدو احتمال ېٔ نور هم کم شو ۔ یعنی کهٔ دا خبره نهٔ وې چې پېغمبران معصوم وی اؤ الله پاک پهٔ خپل فضل دَ هغوی دَ عصمت حفاظت کوی ۔ نو دَ دې شیطانانو پهٔ مکر و فریب به تهٔ لږ غوندې دوی طرف ته مائل کېدو ته نژدے شوے وې ۔ خو دَ پېغمبرانو حفاظت کؤنکے الله دے نو ستا لږ غوندې میلان هم ونهٔ شو ۔ دَ دې نه معلومیږی چې دَ حضور اکرمﷺ دَ تقویٰ فطری طاقت څومره مضبوط اؤ مستحکم وهٔ ۔
اِذًا لَّاَذَقْنٰكَ ضِعْفَ الْحَیٰوةِ وَ ضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَیْنَا نَصِیْرًا۝۷۵
نو بیا خو به ورته ضرور مونږ خوند ښیٔلے وهٔ دَ دوچند عذاب پهٔ ژوند اؤ دوچند پهٔ مرګ کښې ۔ بیا به تا نهٔ وو موندې ځان دپاره څوک مددګار زمونږ پهٔ مقابله کښې، ف۱۱۶
ف۱۱۶: پهٔ دې آیت کښې هم پهٔ ډېره لطیفه طریقه دَ حضور اکرمﷺ دَ لوییٔ اؤ فضیلت اظهار دے ۔ څنګه چې مقربو ته انعام غټ ورکؤلے شی دغه شان هغوی ته پهٔ ډېره معمولی غلطیٔ زورنه هم سخته وی لکه چې ازواج مطهرانو ته خطاب دے ۔
یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ مَنْ یَّأْتِ مِنْکُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ یُّضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَیْنِ ۔ (سوره الاحزاب ، رکوع ۴)
نو حضور اکرمﷺ ته وئیلې شی چې ستا مرتبه څهٔ معمولی نهٔ ده ۔ بالفرض کهٔ تا نه لږه غوندې غلطی هم شوے وې نو پهٔ دنیا آخرت اؤ برزخ به دې ډبله سزا خوړه ۔ مسلمان ته پکار دی چې دَ دې آیتونو دَ تلاوت پهٔ وخت سر پټ کړی اؤ ډېر پهٔ خوف اؤ خشیت دَ الله تعالیٰ دَ شانِ جلالی اؤ قهر غور وکړی اؤ دا دعا وغواړی کومه چې حضور اکرمﷺ غوښتې وه ”اَللّٰهُمَّ لَا تَکِلْنِیْ اِلٰی نَفْسِیْ طَرْفَةَ عَیْنٍ“ (اے الله دَ سترګو دَ رپ دپاره مې هم خپل نفس ته مهٔ حواله کوه)
یعنی هر وخت مې پهٔ خپل حفاظت اؤ امان کښې ساته ۔
وَ اِنْ كَادُوْا لَیَسْتَفِزُّوْنَكَ مِنَ الْاَرْضِ لِیُخْرِجُوْكَ مِنْهَا وَ اِذًا لَّا یَلْبَثُوْنَ خِلٰفَكَ اِلَّا قَلِیْلًا۝۷۶
اؤ هغوی خو دا غوښته چې وویروی تا دَ دې زمکې نه ۔ چې وباسی تا دَ دې ځائې نه اؤ بیا به نهٔ وو ایسار شوی دوی هم تا نه پس مګر لږ غوندې ۔ ف۱۱۷
ف۱۱۷: یعنی دا غواړی چې تا تنګ کړی اؤ پهٔ څهٔ چل دې دَ مکّې نه وباسی ۔ لېکن یاد لره کهٔ دوی داسې وکړهٔ نو خپله به هم بیا ډېره موده دلته نهٔ پاتی کیږی ۔ اؤ هم دغه شان وشوه ، کله چې حضور اکرمﷺ دَ کفارو دَ ظلم دلاسه هجرت وکړو نو تقریبًا یو نیم کال پس دَ مکّې معظّمې مشهور سرداران چا چې به حضور اکرمﷺ ډېر تنګؤلو ، دَ دَ کورونو نه را ووتل اؤ دَ بدؔر پهٔ میدان کښې ډېر پهٔ بې عزتیٔ تباه و برباد شول اؤ هلاک شول اؤ تقریبًا پنځهٔ کاله پس بیا پهٔ مکّه معظّمه دَ مسلمانانو قبضه وشوه اؤ دَ کفارو طاقت اؤ حکومت ختم شو اؤ لږه موده پس یواځې مکّه معظّمه کښې نه چې ټول جزیرة العرب کښې دَ پېغمبر اسلامﷺ یو مخالف هم پاتې نهٔ شو ۔
سُنَّةَ مَنْ قَدْ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنْ رُّسُلِنَا وَ لَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِیْلًا۠۝۷۷
دا دستور راغلے دے دَ هغه رسولانو چې تا نه مخکښې مو پېغمبران راستؤلی وو ، اؤ تهٔ به نهٔ مومې زمونږ پهٔ دې دستور کښې څهٔ فرق ، ف۱۱۸
ف۱۱۸: یعنی زمونږ دستور دا دے چې پهٔ یو کلی کښې دَ الله رسول پاتې نهٔ شی نو دَ هغې کلی خلق پکښې هم نهٔ شی پاتی کېدے ۔
اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِدُلُوْكِ الشَّمْسِ اِلٰی غَسَقِ الَّیْلِ وَ قُرْاٰنَ الْفَجْرِ١ؕ اِنَّ قُرْاٰنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوْدًا۝۷۸
قائم لره نمونځ ف۱۱۹ دَ جاروتو دَ نمر نه دَ شپې تر تیرې پورې ف۱۲۰ اؤ قرآن لوستل دَ سحر ۔ ف۱۲۱ بېشکه دَ سحر قرآن لوستل وی مخامخ ۔ ف۱۲۲
ف۱۱۹: یعنی تهٔ دَ دوی دَ منصوبو څهٔ فکر مهٔ کوه ۔ خپل مالک ته توجه کوه اؤ دَ هغهٔ عبادت کښې مشغول وسه ستا ټول مشکلات به ختم شی ۔
ف۱۲۰: پهٔ دې کښې څلور نمونځونه راغلهٔ ۔ نمازپښین ، نمازدیګر ، نماښام ، نمازخفتن ۔ دَ دوؤ نمونځونو پهٔ یو ځائې کؤلو (جمع بین الصّلٰتین) سره دَ دې آیت څهٔ تعلق نشته بیا به دَ دوؤ پهٔ ځائې دَ څلورو نمونځونو پهٔ یو ځائې کؤلو جواز ثابت شی ۔ البته دا ترې معلومېدے شی چې دَ نمازپښین نمانځهٔ کښې تلوار اؤ دَ نمازخفتن نمونځ وروستو کؤل ښهٔ دی کهٔ څهٔ مجبوری نهٔ وی ۔
ف۱۲۱: یعنی دَ سحر نمانځهٔ کښې ۔ شاید چې ”قرآن الفجر“ کښې دې ته اشاره وی چې سحر نمانځهٔ کښې وږد سورت وئیل ښهٔ دی ۔
ف۱۲۲: پهٔ حدیث کښې دی چې سحر اؤ نمازدیګر ، دَ ورځې اؤ دَ شپې دَ فرښتو بدلی کیږی نو پهٔ دې وخت کښې تلاوت اؤ نمونځ ډېر دَ برکت اؤ اطمینان سبب دے ۔ بره تلو والا فرښتې به الله سره ګواهی ورکوی چې مونږ چې لاړې وو هم ستا بندګان پهٔ عبادت کښې مشغول وو اؤ چې راتلو هم مو پهٔ عبادت کښې مشغول پریٔښی دی ۔ دَ دې نه علاوه دَ سحر پهٔ وخت کښې هسې هم طبیعت صفا وی پهٔ عبادت کښې زړهٔ ښهٔ لګی ۔
وَ مِنَ الَّیْلِ فَتَهَجَّدْ بِهٖ نَافِلَةً لَّكَ١ۖۗ عَسٰۤی اَنْ یَّبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُوْدًا۝۷۹
اؤ دَ شپې څهٔ برخه ویښه تېروه پهٔ قرآن باندې دا زیاتوالے دے ستا دپاره ۔ ف۱۲۳ نژدے ده چې ودروی تا ستا رب پهٔ مقامِ محمود کښې ۔ ف۱۲۴
ف۱۲۳: حضرت شاه صاحب لیکی ۔ دَ خوبه پاڅه پهٔ تهجدو کښې قرآن لوله ۔ دا حکم دَ ټولو نه زیات تا ته دے ځکه چې ستا مرتبه دَ ټولو نه زیاته ده ۔
ف۱۲۴: مقامِ محمود: دَ شفاعتِ عظمٰی هغه مقام دے چې یو پېغمبر به دَ الله تعالیٰ دَ شانِ جلالی دَ هیبته خبره نهٔ شی مخکښې کؤلے ۔ پهٔ دغه وخت به حضور اکرمﷺ (دَ حساب شروع کؤلو درخواست پیش کړی) اؤ خلق به دَ تکلیف نه خلاص کړی ۔ پهٔ دغه وخت به ټول خلق دَ حضور اکرمﷺ تعریفونه وکړی اؤ الله تعالیٰ به هم پهٔ حضور اکرمﷺ صلوٰة و سلام ووائی ۔ ګویا شانِ محمّدیﷺ به پوره پوره څرګند شی ۔ دَ مقامِ محمود پوره تفصیل پهٔ صحیح حدیثونو کښې شوے دے ۔ پهٔ بخاری شریف اؤ دَ حدیثو پهٔ نورو کتابونو کښې دَ شفاعتِ کبرٰی پوره تفصیل موجود دے ۔ دَ حدیثو شرح کؤنکیو حضور اکرمﷺ نه لس قسمه شفاعت ثابت کړے دے ۔ ټول تفصیل دَ بخاری شریف پهٔ شرع فتح الباری کښې موجود دے ۔
وَ قُلْ رَّبِّ اَدْخِلْنِیْ مُدْخَلَ صِدْقٍ وَّ اَخْرِجْنِیْ مُخْرَجَ صِدْقٍ وَّ اجْعَلْ لِّیْ مِنْ لَّدُنْكَ سُلْطٰنًا نَّصِیْرًا۝۸۰
اؤ ووایه اے ربه ننه باسه ما پهٔ ښهٔ شان ننویستو اؤ راوباسه ما پهٔ ښهٔ شان راویستو ۔ ف۱۲۵ اؤ راکړه ما ته دَ خپل طرف نه دَ حکومت امداد ۔ ف۱۲۶
ف۱۲۵: یعنی کوم ځائې ته چې مې بوځې (لکه مدینه منوره) نو ډېر پهٔ عزت اؤ ښهٔ طریقه مې ورسوې چې حق سربلند شی ۔ اؤ دَ کوم ځائې نه چې مې وباسې (مکّه معظّمه) نو هم پهٔ ښهٔ طریقه اؤ عزت مې وباسې چې دښمن ذلیل اؤ دوستان خوشحال شی ۔ حق غالب اؤ باطل مغلوب شی ۔
ف۱۲۶: یعنی پهٔ باطل داسې غلبه اؤ طاقت راکړه چې ستا امداد اؤ مهربانی راسره وی ۔ دَ دنیا دَ هر یو قانون جاری کؤلو دپاره تر یوهٔ حده دَ حکومت اؤ غلبې ضرورت وی ۔ (دَ دنیا قانون وی اؤ کهٔ دَ دین) کوم خلق چې دَ دلیلونو اورېدو اؤ دَ حق دَ واضح کېدو نه پس هم دَ خپل ضد اؤ عناد پهٔ وجه دَ حق منلو نه انکار کوی ۔ دَ هغو دَ فساد ختمؤلو دپاره دَ حکومت اؤ طاقت ضرورت وی ۔ ځکه پهٔ سورتِ حدید کښې ارشاد دے ۔ لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَیِّنٰتِ وَ اَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْکِتٰبَ وَالْمِیْزَانَ لِیَقُوْمَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۚ وَ اَنْزَلْنَا الْحَدِیْدَ فِیْهِ بَأْسٌ شَدِیْدٌ وَّ مَنَافِعُ لِلنَّاسِ (سوره حدید ، رکوع ۳)
وَ قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْبَاطِلُ١ؕ اِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوْقًا۝۸۱
اؤ دا اعلان وکړه چې راغلو حق اؤ وتښتیدل دروغ ، بېشکه دروغ وو تښتیدونکی۔ ف۱۲۷
ف۱۲۷: دا عظیم الشانه پیشنګوئی پهٔ مکّه معظّمه کښې شوے وه کوم ځائې چې پهٔ ظاهره دَ حق دَ غلبې هېڅ اسباب نهٔ وو ۔ یعنی اے پېغمبره تهٔ ووایه چې قرآن مؤمنانو ته زېرې ورکؤنکے اؤ باطل زغلوؤنکے را ورسېدو ۔ بس پوه شیٔ چې حق غالب شو اؤ باطل وتښتېدو ۔ یواځې دَ مکّې نه نهٔ بلکې دَ ټول جزیرة العرب نه ۔ پهٔ حدیث کښې دی ۔ ”کوم وخت چې نبی کریمﷺ دَ فتحې پهٔ وخت مکّې معظّمې ته ننوتو نو دَ بیت الله شریف نه چاپېره اتلس شلے (۳۶۰) بتان پراتهٔ وو ۔ حضور اکرمﷺ به یو یو ته پهٔ لښته ګوزار ورکؤلو اؤ دا آیت به ېٔ وې ۔
”جَآءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْبَاطِلُ اِنَّ الْبَاطِلَ کَانَ زَهُوْقًا ۔ جَاءَالْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیْدُ“اؤ بت به پړ مخې راپرېوتو ۔ پهٔ دې طریقه دَ قرآن دا یوه پیشنګوئی پوره شوه اؤ دَ بلې اعلان وشو چې کفر دَ بیت الله نه وتښتېدو بیا به ورته هېچرې نهٔ راننوځی۔
وَ نُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَّ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ١ۙ وَ لَا یَزِیْدُ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا خَسَارًا۝۸۲
اؤ نازلوؤ مونږ پهٔ قرآن کښې هغه څهٔ چې بیماریٔ پرې لرې کیږی اؤ رحمت دے ایماندارو دپاره اؤ دَ ګناهګارو دپاره خو بس نقصان زیاتیږی ۔ ف۱۲۸
ف۱۲۸: یعنی څنګه چې دَ حق پهٔ راتلو باطل وتښتېدو ۔ دغه شان دَ قرآن پهٔ نازلېدو روحانی بیماریٔ ورکیږی اؤ زړونه دَ خرابو عقیدو اؤ خرابو اخلاقو نه صفا کیږی ۔ روحانی صحت مومی ۔ بلکې اکثر خو دَ روحانی صحت پهٔ تاثیر بدنی صحت هم موندې شی ۔ لکه چې روح المعانی اؤ زاد المعاد کښې پهٔ دې تفصیلی بحث شوے دے ۔
بهرحال څوک چې ایمان راؤړی اؤ دَ شفا دا نسخه دَ قرآن استعمال کړی ۔ دَ هغو زړونه دَ روحانی مرضونو نه پاک شی اؤ دَ الله پهٔ فضل ظاهری اؤ باطنی نعمتونو باندې سرفراز شی ۔ البته کوم مریض چې خپله دَ ځان دښمن وی ، دَ طبیب اؤ دارو نه لرې لرې تښتی نو هغهٔ ته به خپله نقصان رسی ۔ مرض چې څومره زړیږی نقصان ېٔ دومره زیاتیږی ۔ آخر مریض ختم کړی ۔ نو دا چا ته چې نقصان رسی دَ قرآن یا اسلام دَ لاسه نهٔ رسی ۔ مریض ظالم دَ خپله لاسه ځان ته نقصان رسوی لکه چې دَ قرآن ارشاد دے ۔ وَ اَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا اِلٰی رِجْسِهِمْ وَ مَاتُوْا وَ هُمْ کَافِرُوْنَ ۔ (سوره توبه ، رکوع ۱۶)
وَ اِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَ نَاٰ بِجَانِبِهٖ١ۚ وَ اِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ یَـُٔوْسًا۝۸۳
اؤ کله چې مونږ راحت ورکړو بنیادم ته نو مخ واړوی اؤ ډډه وکړی ۔ اؤ کله چې ورته څهٔ تکلیف ورسی نو نا امیده شی ۔ ف۱۲۹
ف۱۲۹: یعنی دَ بنیادم عجیبه حال دے چې الله تعالیٰ ورته پهٔ خپل فضل نعمتونه ورکړی نو مست شی اؤ احسان نهٔ منی ۔ پهٔ عیش عشرت کښې داسې غرق شی چې خپل محسن هېر کړی ۔ دَ عبادت نه غافل شی اؤ دَ احکامو منلو نه انکار وکړی ۔ بیا چې ورباندې سخته راشی نو مایوس اؤ نا امیده شی ۔ یعنی پهٔ دواړه حالته کښې دَ خپل حقیقی مالک نه بې تعلقه شی ۔ کله دَ بې پرواهیٔ پهٔ وجه اؤ کله دَ نا امیده کېدو پهٔ وجه ۔ دلته دا مضمون ځکه بیان شو چې قرآن چې دَ ټولو نه لوئے نعمت دے ډېر خلق دَ دې قدر نهٔ پېژنی اؤ مخ ترې اړوی ۔ بیا چې ورته دَ دې نافرمانیٔ نتیجه څرګنده شی نو دَ الله دَ رحمت نه نا امیده اؤ مایوسه شی ، دَ خلاصی رو ورته نهٔ ښکاری ۔
قُلْ كُلٌّ یَّعْمَلُ عَلٰی شَاكِلَتِهٖ١ؕ فَرَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ اَهْدٰی سَبِیْلًا۠۝۸۴
تهٔ ورته ووایه هر څوک کار کوی پهٔ خپله طریقه نو ستا رب ښهٔ پېژنی چې چا بیا مونده نېغه لاره ۔ ف۱۳۰
ف۱۳۰: یعنی هر یو بنده کافر اؤ مؤمن مخلص اؤ منافق پهٔ خپله خپله طریقه ، نیت اؤ خپل مذهب روان دے اؤ پهٔ دغې کښې ډوب دے ۔ هر یو وائی چې زهٔ پهٔ سمه لار روان یم ۔ لېکن یاد لریٔ چې الله تعالیٰ دَ هر بنده هر حرکت اؤ هر کار ته ګوری اؤ هغه دَ ټولو دَ نیتونو نه هم ښهٔ خبر دے ۔ دَ الله تعالیٰ دَ علمِ محیط نه هېڅ هم بهر نشته ۔ هغه ښهٔ پېژنی چې څوک پهٔ سمه لار روان دے اؤ چا کښې څومره کوږوالے دے نو هر چا سره به دَ هغهٔ مناسب سلوک کوی ۔
وَ یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الرُّوْحِ١ؕ قُلِ الرُّوْحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّیْ وَ مَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنَ الْعِلْمِ اِلَّا قَلِیْلًا۝۸۵
اؤ تا نه تپوس کوی دَ روح ف۱۳۱ ورته ووایه روح دے زما دَ رب پهٔ حکم اؤ تاسو ته خو ډېر لږ علم درکړې شوے دے ۔ ف۱۳۲
ف۱۳۱: دوی له تا نه تپوس کوی چې روح انسانی څهٔ شے دے ۔ دَ روح حقیقت اؤ اصل ماهیت څهٔ شے دے ۔ دَ بخاری اؤ مسلم شریف پهٔ روایت دا سوال دَ مدینې منورې یهودو پهٔ رسول اللهﷺ دَ ازمېښت دپاره کړے وهٔ ۔ ځکه دَ دې آیت پهٔ مکّې اؤ مدنی کېدو کښې اختلاف دے اؤ کېدے شی چې دوه ځله نازل شوے وی ۔ دلته دَ دې سوال دَ ذکر کؤلو مطلب غالبًا دا دے چې پهٔ کومو خبرو پوهېدل ضروری دی ۔ دَ هغې نه خو دا خلق ډډه کوی اؤ مخ ترې اړوی اؤ بې ضرورته خبرې دَ شرارت دپاره تپوسی ۔ پکار دا ده چې دَ قرآن پهٔ آیتونو ېٔ غور کړے وې ۔ پهٔ مطلب ېٔ ځان پوهه کړے وې اؤ دَ خپلو روحانی مرضونو علاج ېٔ کړے وې ۔ وَ کَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا“ (سوره شوریٰ رکوع ۵) ”یُنَزِّلُ الْمَلٰٓئِکَةَ بَالرُّوْحِ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ“ (سوره نحل ، رکوع ۱) لېکن دَ دوی مطلب خو بې مقصده بحثونه کؤل اؤ جګړې جوړؤل دی ۔ روح څهٔ شے دے؟ جوهر دے کهٔ عرض؟ مادی دے کهٔ مجرد ؟ بسیط دے کهٔ مرکب ؟ پهٔ دې قسمه خوشې خبرو نهٔ دَ آخرت نجات موقوف دے اؤ نهٔ دَ نبیانو دَ تبلیغ دَ کار سره څهٔ تعلق لری ۔ لوئی لوئی فلسفیان تر اوسه دَ دې نه خبر نهٔ شو چې ماده څهٔ شے دے ؟ روح خو بهرحال دَ مادې نه زیات لطیف اؤ باریک دے پهٔ دې به څهٔ پوهه شی؟ دَ مکّې معظّمې دَ مشرکانو پهٔ جهالت اؤ دَ مدینې منورې دَ یهودو پهٔ علمی حالت خبر خلق پوهیږی چې دَ کوم قوم عقل چې غټو غټو خبرو اؤ واضح اؤ څرګند حقیقت ته نهٔ رسی هغوی به دَ روح پهٔ حقیقت اؤ باریکیو علمی خبرو څهٔ پوه شی؟
ف۱۳۲: حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ یهودو دَ رسول اللهﷺ نه دَ ازمېښت دپاره دَ روح تپوس وکړو نو الله تعالیٰ ورته صفا واضح ځواب ورنهٔ کړو ، ځکه چې دَ هغو دَ پوهې نهٔ وهٔ اؤ نهٔ مخکښې پېغمبرانو خپلو امتونو ته دَ دې متعلق څهٔ بیان کړے وهٔ ۔ دَ پوهې دپاره بس دومره خبره کافی ده چې دَ الله پهٔ حکم یو شے بدن ته ننوځی نو شے ژوندې شی اؤ چې کله چې ترې ووځی نو مړ شی ۔
تنبیه: دَ الله تعالیٰ کلام کښې عجیبه اعجاز دے ۔ دَ روح متعلق چې دلته کوم مختصر ځواب ورکړې شوے دے دَ کم فهمه خلقو دپاره دغه ځواب کافی دے ۔ لېکن دَ عقل اؤ بصیرت خاوند چې پهٔ دې مختصر ځواب غور وکړی نو پهٔ دې کښې دَ روح متعلق هغه حقیقت پټ پروت دے چې دَ یو نکته رس عالی دماغ فلسفی اؤ یو عارف کامل دپاره دَ هدایت دَ شمعې کار ورکوی ۔ دَ روح متعلق چې دَ زړې زمانې راسې دَ تحقیقاتو کومه سلسله جاری ده هغه تر نن ورځې سر ته نهٔ ده رسېدلی اؤ نهٔ رسېدے شی ۔ دَ روح اصل حقیقت معلومؤل خو ډېر ګران کار دے ځکه چې تر اوسه مونږ یا دَ ډېرو محسوسو څیزونو حقیقت هم نهٔ دے معلوم کړے ۔ بیا هم زما پهٔ خیال دَ قرآن دَ آیتونو نه دَ روح متعلق دا یو څو خبرې صفا معلومیږی ۔
(۱) پهٔ بنیادم کښې دَ دې مادی جسم نه علاوه یو بل نهٔ لیدونکے شے هم موجود دے چې هغې ته روح وئیلی شی ۔ دا دَ عالم امر شے دے اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم اؤ اراده جسم ته ننوځی ۔ قُلِ الرُّوْحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّیْخَلَقَهٗ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ کُنْ فَیَکُوْنُ“(سوره آل عمران ، رکوع ۶) ”ثُمَّ اَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا اٰخَرَ“ (سوره المؤمنون ، رکوع ۱) ”اِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَیْءٍ اِذَاۤ اَرَدْنَاهُ اَنْ نَّقُوْلَ لَهٗ کُنْ فَیَکُوْنُ“ (سوره نخل ، رکوع ۵)
(۲) روح دَ علم اؤ شعور پهٔ صفتونو کښې ورو ورو درجه پهٔ درجه کمال ته رسی اؤ پهٔ روحونو کښې دَ کمال حاصلؤلو پهٔ درجه کښې ډېر فرق دے (ټول ارواح یو شان نهٔ دی) تر دې چې دَ الله پاک پهٔ خالص تربیت ځنې روحونه (لکه دَ رسولانو روحونه) داسې وچتې درجې ته ورسی چې نور روحونه هلته هرګز نهٔ شی رسېدے (لکه روحِ محمدیﷺ چې دَ هغې مرتبې ته دَ نورو رسولانو روحونه هم نهٔ شی رسېدے)
(۳) لېکن دَ روح دا کمالات ذاتی نهٔ دی ، دَ الله تعالیٰ عطا کرده دی اؤ محدود دی لکه چې ارشاد دے ۔ ”وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِنَ الْعِلْمِ اِلَّا قَلِیْلًا“ (اؤ تاسو ته خو ډېر لږ علم درکړې شوے دے) نو معلومه شوه چې علم دَ روح خپل کمال نهٔ دے ، دَ الله دَ طرف نه ورکړې شوے دے ۔ اؤ دَ الله تعالیٰ دَ علم پهٔ مقابله کښې ډېر لږ دے (اګرچې فی نفسهٖ ډېر وی) لکه چې دَ قرآن ارشاد دے ۔ قُلْ لَّوْ کَانَ الْبَحْرُ مِدَادً لِّکَلِمَاتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ کَلِمَاتُ رَبِّیْ وَ لَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا ۔ (سوره کهف ، رکوع ۱۲)
(تهٔ ورته ووایه کهٔ سمندر زما دَ رب دَ علم لیکلو دپاره سیاهی شی نو سمندر به زما دَ رب دَ علم ختمؤلو نه وړومبے ختم شی اؤ کهٔ دغسې ورسره نور سمندرونه سیاهی شی هم زما دَ رب علم نهٔ شی ختمؤلے)
وَلَوْ اَنَّ مَا فِی الْاَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ اَقْلَامٌ وَّالْبَحْرُ یَمُدُّهٗ مِنْ ۢ بَعْدِهٖ سَبْعَةُ اَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ کَلِمَاتُ اللہِ ۔ (سوره لقمان ، رکوع ۳)
(اؤ کهٔ پهٔ مخ دَ زمکې چې څهٔ ونې دی دا ټول قلمونه شی اؤ سمندر ېٔ سیاهی شی اؤ ورسره دغسې ووهٔ سمندرونه نور شی هم دَ الله تعالیٰ علم لیکل به پوره نهٔ کړې شی)
نو روح انسانی کهٔ پهٔ علم ، طاقت اؤ قدرت وغېره صفتونو کښې هر څومره چې ترقی وکړی اؤ پهٔ خپلو هم جنسو کښې هر څومره چې وچتې درجې ته ورسی خو بیا هم دا علم اؤ قدرت ېٔ محدود دے لامحدود نهٔ دے ۔ اؤ دغه محدود کېدل ېٔ دَ دې خبرې دلیل دے چې روح قدیم یا غیر مخلوق شے نهٔ دے ۔ لکه څنګه چې دَ آریه ؤ عقیده ده ۔ کهٔ قدیم وې نو طاقت به ېٔ غیر محدود وهٔ ۔
(۴) هر څومره دَ وچتې درجې اؤ کامل روح کهٔ وی الله تعالیٰ ته هر وخت دا قدرت حاصل دے چې کوم وخت وغواړی دَ هغهٔ نه هغه ټول کمالات واپس واخلی (اګرچې دَ لوي فضل و کرم پهٔ وجه دا نوبت تر اوسه نهٔ دے راغلے) دَ قرآن پاک ارشاد دے ۔ وَ لَئِنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهٖ عَلَیْنَا وَکِیْلًا اِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَّبِّكَ اِنَّ فَضْلَهٗ کَانَ عَلَیْكَ کَبِیْرًا ۔ (سوره بنی اسرائیل ، رکوع۱۰)
(اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو کوم علم چې مو دَ وحې پهٔ ذریعه درکړے دے دا به درنه واپس واخلو اؤ بیا به تهٔ دَ دې دَ واپس کؤلو دپاره ذمه وار نهٔ وې ۔ بغیر دَ الله تعالیٰ دَ رحم نه بېشکه دَ الله تعالیٰ فضل پهٔ تا ډېر لوئے دے)
دا کوم اصول چې مونږ بیان کړل دَ ذکر شویو آیتونو نه پهٔ لږ غوندې سوچ اؤ فکر هر چا ته معلومېدے شی ۔ البته یو دَ ”اَمَرْ“ لفظ داسې دے چې مناسب تشریح ېٔ ضروری ده ۔ دَ ”اَمَرْ“ لفظ پهٔ قرآن شریف کښې ډېر ځایه راغلے دے اؤ دَ دې پهٔ معنٰی پهٔ مقررولو کښې مفسرینو ډېر بحثونه کړی دی۔ (علامه عثمانی وائی) لېکن زما مطلب دلته دَ سورتِ اعراف یو آیت ”اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ“ طرف ته توجه ورکؤل دی چې دلته الله پاک امر دَ خلق سره مقابله کښې یٔښې دے ۔ دَ دې نه صفا معلومیږی چې دا دواړه جدا جدا څیزونه دی ۔ اوس پهٔ دې دواړو کښې فرق څهٔ دے ۔ دا هم دَ دغې آیتونو دَ سیاق و سباق نه معلومیږی ۔ الله تعالیٰ وړومبے فرمائی ۔
اِنَّ رَبَّکُمُ اللہُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۔ (سوره اعراف ، رکوع ۷)
دا خو خلق شو ۔ تر دا مینځه دَ استواء علی العرش بیان دے دَ کوم نه چې دَ حکومت شان معلومیږی ۔ بیا فرمائی ۔
یُغْشِی اللَّیْلَ النَّهَارَ یَطْلُبُهٗ حَثِیْثًا وَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرَاتٍۢ بِاَمْرِهٖ ۔ (سوره اعراف ، رکوع ۷)
یعنی دا مخلوقات پهٔ یو محکم اؤ مکمل نظام باندې چلؤل چې تدبیر اؤ تصرّف ورته وئیلی شی دغه ”امر“ دے ۔ (دې سره بیا دا آیت دے) ”اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ“ (واؤریٔ پیدا کؤل اؤ حکم کؤل یواځې دَ هغهٔ کار دے) ګویا کهٔ دا دنیا دَ یو لوئي کارخانې پهٔ مثال ده چې مختلف قسمه مشینونه پکښې لګېدلی دی ۔ ځنې رخت جوړوی ۔ ځنې دانې اوړوی ۔ ځنې بجلی پیدا کوی ښار ته رڼا ورکوی ۔ پکی چلوی اؤ نور مشینونه روانوی ۔ دَ دې کارخانې پهٔ هر مشین کښې بې شماره پیچونه اؤ پرزې وی ۔ هره پرزه دَ خاص کار دپاره پهٔ خپل انداز جوړؤلے اؤ پهٔ خپل ځائې لګؤلے شی ۔ مشین پهٔ خپل ځائې تیار ولاړ وی خو څهٔ کار نهٔ شی کؤلے ۔ بیا ورباندې دَ بجلۍ رو راپرېښوې شی ۔ هر مشین ته پهٔ خپله خپله لار دَ بجلۍ طاقت را ورسی نو مشین روان شی اؤ هره پرزه چې دَ کوم کار دپاره جوړه شوے ده پهٔ خاصه طریقه حرکت شروع کړی اؤ کار چالو شی ۔ هم دغه دَ بجلۍ طاقت چې دَ رڼا بلبونو ته ورسی نو دَ هغو دَ ساخت پهٔ لحاظ مختلف شکلونه اختیار کړی اؤ ملک رڼا کړی۔ دَ دې مثال نه واضحه شوه چې دَ مشین ډانچه تیارؤل ، مختلف قسم پرزې جوړؤل اؤ بیا هغه پهٔ یو خاص ترتیب سره فټ کؤل ټول دَ یو کار مختلفې سلسلې دی ۔ دَ دې کار دَ پوره کېدو نه پس بیا مشین چالو کؤلو دپاره دَ بجلۍ دَ رو یا دَ بړاس دَ طاقت ضرورت وی ۔ دغه شان الله تعالیٰ اول دَ زمکې اؤ آسمانونو تمام مشینونه پیدا کړل کوم ته چې خَلق وئیلی شی ۔ اؤ بیا ېٔ دَ هغې هره وړه اؤ لویه پرزه پهٔ خپله خپله اندازه برابره کړه چې دې ته تقدؔیر وئیلی شی ۔ قَدَّرَهٗ تَقْدِیْرًا۔ بیا ېٔ ټولې پرزې پهٔ خپل خپل ځائې فټ کړې اؤ مشین کار دپاره تیار شو ۔ دغې ته تصویر وئیلے شوے دے ۔ خَلَقْنَاکُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاکُمْ (سوره اعراف ، رکوع ۲) دا تقدیر اؤ تصویر دواړه دَ خَلق پهٔ مد کښې دی ۔ اوس هر یو مشین پهٔ خپل خپل کار لګیا کؤل پکار وو نو دَ اَمرِ الٰهی بجلی پرې راپرېښوې شوه ۔ حکم وشو چې روان شیٔ نو روان شول ۔ شاید دَ دې اَمَرْ تعلق دَ الله تعالیٰ دَ اسمِ باری سره دے ۔ اَلْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ پهٔ حدیث کښې راځی ۔ فَلَقَ الْحَبَّةَ وَ بَرَأَ النَّسْمَةَ ۔ (دانه ېٔ وچؤله بوټې ترې زرغون شو اؤ روح ېٔ پیدا کړو) اؤ پهٔ سورتِ حدید کښې دے ۔ مِنْ قَبْلِ اَنْ نَبْرَأَهَا (وړومبے دَ دې نفوسو دَ پیدائش نه)
غرض دا چې دَ خلق نه پس ورته حکم وشو چې رواان شه نو دَ دنیا کارخانه روانه شوه ۔ هر شے پهٔ خپل خپل کار ولګېدو هم دَ دغه امرِ الٰهی نه پهٔ دې آیت کښې داسې تعبیر شوے دے ۔ ”اِنَّمَاۤ اَمْرُهٗۤ اِذَاۤ اَرَادَ شَیْئًا اَنْ یَّقُوْلَ لَهٗ کُنْ فَیَکُوْنَ“ (سوره یٰسٓ ، رکوع ۵) (دَ الله تعالیٰ امر دا دے چې کله دَ یو څیز پیدا کؤلو اراده وکړی نو ورته ووائی شه نو هغه شی)
بل ځائې کښې ډېر وضاحت سره اَمَرْ (کُنْ) پهٔ خَلْقِ جَسَدْ مرتب شوے دے یعنی دَ خلق نه پس دَ کُنْ اَمر شوے دے ۔ فرمائی ”خَلَقَهٗ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ کُنْ فَیَکُوْنُ“ (سوره آل عمران ، رکوع ۶)
(دَ خاورې نه ېٔ جوړ کړو نو بیا ېٔ ورته حکم وکړو چې شه نو شو) پهٔ غور دَ تلاش سره صفا پته لګی چې قرآن کریم کښې دَ ” کُنْ فَیَکُوْنُ “ بیان چې څومره ځایه راغلے دے اکثر دَ خَلْق اؤ اِبْدَاع نه پس راغلے دے ۔ دَ دې نه دا معلومیږی چې دَ ”کُنْ“ حکم دَ پیدائش نه پس دَ تدبیر اؤ تصرف (یعنی کار شروع کؤل) دپاره دے ۔ والله اعلم ۔ بهرحال زهٔ دا وئیل غواړم چې دلته اَمَرْ پهٔ معنٰی دَ حکم دے اؤ هغه حکم هم دغه دے دَ کوم نه چې پهٔ لفظ دَ ”کُنْ “ سره تعبیر شوے دے ۔ اؤ ”کُنْ “ دَ کلام دَ قسم نه دے اؤ کلام دَ الله تعالیٰ صفتِ قدیم دے ۔
څنګه چې مونږ دَ الله تعالیٰ نور صفاتِ قدیم منو ۔ دغه شان دَ الله تعالیٰ کلام هم قدیم دے بلا کیف ۔ خلاصه دا ده چې دَ روح سره اکثر پهٔ قرآن کښې دَ اَمَرْ لفظ استعمال شوے دے ۔ مثلًا قُلِ الرُّوْحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّیْ ۔ وَ کَذٰلِكَ اَوْحَیْنَا اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا ۔ یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ۔ یُنَزِّلُ الْمَلٰئِکَةَ بِالرُّوْحِ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ۔
اؤ مخکښې واضح شوے دے چې امر عبارت دے دَ لفظ کُنْ نه یعنی هغه حکم چې مخلوقات ورباندې هغه تدبیر اؤ تصرّف یعنی هغه کار شروع کړی دَ کوم دپاره چې پیدا شوی دی ۔ نو معلومه شوه چې دَ روح حقیقت دَ الله تعالیٰ هغه کلام دے کوم چې دَ صفتِ علم ماتحت دے ۔ اؤ شاید چې ځکه ېٔ پهٔ نَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ کښې دَ روح نسبت ځان ته کړے دے ۔ دَ کلام اؤ دَ حکم نسبت دَ متکلم اؤ حکم کؤنکی سره دَ صادر اؤ مصدور وی ، دَ خالق اؤ مخلوق نهٔ وی ۔ ځکه پهٔ ”اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ“ کښې ېٔ اَمَرْ دَ خلق نه جُدا کړے دے ۔ البته دا ممکن ده چې دَ ”کُنْ“ دا ”اَمَرْ“ الله تعالیٰ دَ یو جوهرِ مجرد پهٔ شکل کښې یا دَ یو روحِ اعظم اؤ ملکِ اکبر پهٔ شکل کښې صادر کړے وی ۔ څنګه چې دَ ځنو آثارو نه معلومیږی کوم ته چې مونږ دَ روح دَ بجلۍ خزانه وئیلی شو ۔ چې پهٔ هر ژوندی څیز ترېنه روح ویشلے شی ۔ اؤ دَ اَلْاَرْوَاحُ جُنُوْدٌ مُّجَنَّدَةٌ ۔
دَ بې شماره تارونو کنکشن دغه یو ځائې ته راغونډ دی اؤ چې دَ امر بجلی پرې ورخوشے شی نو هر مشین دَ خپل ساخت پهٔ لحاظ خپل کار روان کړی ۔ اؤ څنګه چې دَ بجلۍ رو بلبونو ته ورسی نو هلته دَ هغې دَ ساخت موافق مختلف شکلونه اختیار کړی دغه شان روح هم دے ۔ باقی پاتې شوه دا خبره چې دَ کُنْ حکم چې دَ کلام یو قسم دے دا دَ یو جوهرِ مجرد یا یو جسمِ لطیف نورانی شکل څنګه اختیارؤلے شی؟ دا داسې وګڼیٔ لکه چې دَ ټولو وښیارانو پهٔ دې اتفاق دے چې مونږ پهٔ خوب کښې کوم شکلونه وینو هغه اکثر زمونږ خپل خیالات دی چې دَ دریاب ، نمر یا زمری پهٔ شکل کښې مونږ ته ښکاره شی نو پهٔ دې کښې فکر پکار دے چې خیالات اعراض دی اؤ دماغ پورې قائم دی ۔ نو دَ دې نه جواهر یا اجسام څنګه جوړ شو اؤ څنګه پهٔ دې کښې دَ اجسامو خاصیتونه پیدا شو ۔ تر دې پورې چې ډېر ځله دَ خوب اثر پهٔ دماغ باندې دَ بېداریٔ نه پس هم تر ډېره وخته پاتې وی ۔ پهٔ اصل کښې الله تعالیٰ بنیادم ته دَ خوب پهٔ ذریعه یوه غټه خبره ښودلے ده چې هر کله الله تعالیٰ دَ یو بنیادم پهٔ قوّتِ مصوّره کښې دومره طاقت یٔښې دے چې هغه دَ خپل طاقت مناسب غیر مجسّم خیالاتو ته دَ جسم شکل ورکؤلے شی اؤ هغه علامې اؤ اثر پکښې دَ الله پهٔ حکم پیدا کؤلے شی کوم چې پهٔ اصلی جامو کښې وی اؤ بیا کمال خو دا دے چې هغه خیالات دَ خوب لیدونکی دَ مزغو نه یو سکنډ دپاره هم جدا شوی نهٔ وی ۔ خپل ذهنی وجود ېٔ هم قائم وی اؤ جسمانی شکل ېٔ هم اختیار کړے وی ۔ نو دَ دې معمولی نمونې نه مونږ دا اندازه ولې نهٔ شو لګؤلے؟ چې ممکنه ده دَ هغې قادرِ مطلق اؤ دَ هغې مصوّرِ حقیقی بې کیفه حکم دَ ”کُنْ“ سره دَ دې چې دَ الله تعالیٰ صفت قائم بالذات دے ۔ پهٔ یو لوي عام مجرد صورت یا ګڼو صورتونو کښې چې موجود شی، دغې صورتونو ته مونږ ارواح یا فرښتې یا بل څهٔ نوم کیږدو ۔ دغه فرښتې اؤ ارواح وغېره حادث وی اؤ امرِ الٰهی پهٔ خپل ځائې بحالهٖ قدیم وی ۔ لکه څنګه چې دَ اور خیالی تصویر پهٔ خوب کښې مونږ ته دَ اور پهٔ شکل کښې چې ښکاره شی نو دَ هغې ټول صفتونه ګرمی اؤ سوزؤل وغېره مونږ محسوس کوؤ ۔ لېکن هم دغه تصوّر زمونږ پهٔ دماغ کښې پهٔ کالونو پروت وی اؤ دَ هغې اثر مونږ هېڅ نهٔ محسوسوؤ ۔ نو هېڅ شک نشته چې روح انسانی (جوهرِ مجرد وی کهٔ جسم لطیف) دَ امرِ ربّی مظهر دے ۔ لېکن دا ضروری نهٔ ده چې دَ مظهر ټول تاثیرونه اؤ علامې دې پهٔ ظاهر کښې هم موجود وی۔
خبردارے: مونږ چې دلته څهٔ مثالونه ورکړی اؤ تشریح مو کړے ده دا صرف دَ پوهې دَ آسانؤلو دپاره دی چې خبره پهٔ ذهن کښې کښینی ۔ ګنی پهٔ حقیقت کښې داسې یو مثال هم نهٔ شی موندې چې پهٔ دې غیبی حقیقت پوره منطبق شی۔
پاتې شوه دا خبره چې روح ”جوهرِ مجرد“ دے لکه زاړهٔ فلسفیان صوفیان چې وائی اؤ کهٔ لطیف نورانی جسم دے لکه دَ محدثینو خیال چې دے؟ نو پهٔ دې کښې زما پهٔ خیال دَ حضرت علامه انور شاه صاحب رائے قولِ فیصل دے ۔ علامه انور شاه صاحب فرمائی درے څیزونه دی (۱) هغه جوهر چې ماده اؤ کمیت دواړه دی ورکښې لکه زمونږ بدن ۔ (۲) هغه جواهر چې ماده پکښې نشته صرف کمیت لری (یعنی طول عرض عمق) کومو ته چې صوفیان اجسام مثالی وائی ۔ (۳) هغه جوهر چې ماده اؤ کمیت دواړه نهٔ لری لکه دَ صوفیانو پهٔ خیال ارواح یا دَ فلسفیانو پهٔ خیال جواهرِ مجرده ۔ عام اهلِ شرع چې څهٔ ته روح وائی ، صوفیان هغې ته جسمِ مثالی وائی ، چې پهٔ مادی بدن کښې ننوتے دے اؤ دَ مادی بدن پهٔ شان سترګې ، غوږونه اؤ لاس ښپې لری ۔ دا روح یا دا مثالی جسم کله کله دَ مادی جسم نه جدا کیږی هم اؤ سره دَ جداییٔ ېٔ بیا هم دَ مادی جسم سره یو تعلق قائم وی چې دَ هغې تعلق پهٔ وجه بدن دَ مرګ نه بچ وی ۔ لکه دَ حضرت علیؓ نه چې دَ امام بغویؒ پهٔ قول دَ آیت اَللہُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا پهٔ تفسیر کښې نقل دے ۔ پهٔ دې وخت کښې روح خپله دَ بدن نه جدا وی لېکن دَ هغې شغلې پهٔ بدن پرېوځی اؤ بدن ژوندې ساتی ۔ لکه نمر چې دَ کروړونو میله نه پهٔ خپلو شغلو زمکه ګرمه ساتی ۔ یا لکه څنګه چې نن سبا سائنسدانان بغیر دَ هواباز نه هوائی جهازونه الوزوی اؤ دَ ریډیائی طاقت پهٔ ذریعه مشین قابو کوی اؤ خپل منزلِ مقصود ته ېٔ رسوی ۔ دَ سائنسدانانو دعوٰی ده چې دا دَ ریډیائی طاقت پهٔ ذریعه قابو کؤنکے مشین داسې صحیح کار کوی چې هواباز داسې نهٔ شی کؤلے ۔ نن سبا چې پهٔ یورپ کښې کوم انجمنونه دَ روح پهٔ تحقیقاتو لګیا دی هغوی ځنې داسې مشاهدې بیانوی چې روح دَ بدن نه جدا وهٔ ۔ دَ دغې روح پهٔ ښپه حمله وشوه اؤ دَ هغې اثر دَ مادی جسم پهٔ ښپه باندې ولیدے شو ۔ بهرحال اهلِ شرع چې کوم روح ثابتوی صوفیان دَ هغې نه منکر نهٔ دی ۔ مګر هغوی دَ دې نه علاوه یو بل روح هم منی اؤ پهٔ دې کښې څهٔ خرابے نشته بلکې کهٔ دَ هغې روح مجرد دپاره هم یو بل روح وی اؤ دَ هغې دپاره بل وی تر دې چې دا سلسله تر امرِ ربی پورې ورسی نو دَ دې نه دَ انکار کؤلو څهٔ ضرورت نشته ۔ شیخ فرید الدین عطار پهٔ منطق الطیر کښې څهٔ ښهٔ وئیلی دی :
ہم ز جملہ بیش و هم پیش از همہ
جملہ از خود دیدہ و خویش از همہ
جاں نہان در جسم داد درجاں نہاں
اے نہاں اندر نہاں اے جانِ جاں
دَ دې بیان نه دا نتیجه راوځی چې هر هغه څیز چې دَ کُنْ مخاطب شی ژوند مومی (علامه عثمانی فرمائی) بېشکه زهٔ دا منم چې دَ مخلوق هرې یوې نوعې ته دَ هغې دَ استعداد موافق ژوند ورکړې شوے دے یعنی دَ کوم کار دپاره چې هغه څیز پیدا شوے اؤ بیا ورته پهٔ هغه کار کښې دَ لګیا کېدو حکم پهٔ کُنْ سره شوے دے ۔ بس دغه کار کښې لګیا کېدل دَ دغه څیز ژوند دے اؤ تر څو پورې چې هغه دَ خپل تخلیق پهٔ غرض پوره کؤلو کښې لګیا وی هغه ژوندے دے ۔ اؤ چې کله ترې نه هغه کار پاتې شو نو بس مړ شو (دا زما خیال دے اؤ دَ هر چا سره خپل خیال دے اؤ دَ حقیقت علم صرف الله تعالیٰ سره دے اؤ هغه صحیح لاره ښیٔونکے دے)
وَ لَىِٕنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهٖ عَلَیْنَا وَكِیْلًاۙ۝۸۶
اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو یوبه سو ستا نه هغه وحې چې تا ته مو راستؤلے ده بیا به تهٔ بیا نهٔ مومې ځان دپاره دَ دې راوړو زمونږ مقابله کښې څوک مددګار ۔
اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ١ؕ اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا۝۸۷
مګر ستا دَ رب پهٔ مهربانیٔ ، بېشکه ستا دَ رب فضل پهٔ تا باندې ډېر لوئے دے ف۱۳۳
ف۱۳۳: یعنی دَ قرآن کوم علم چې الله تعالیٰ تا ته درکړے دے کهٔ الله وغواړی نو دَ سترګو پهٔ رپ کښې ېٔ درنه اخستې شی خو الله تعالیٰ پهٔ تا باندې بې شانه مهربانه دے ځکه ېٔ دا لوئے نعمت درکړے دے ۔ اؤ دَ اخستو ېٔ څهٔ اراده نشته خو صرف الله تعالیٰ دَ خپل کامل قدرت ښکاره کؤلو دپاره فرمائی چې بنیادم کهٔ هر څومره کامل وی خو دا ټول کمالونه دَ هغهٔ ذاتی نهٔ دی ۔ بل چا ورکړی دی اؤ هغه ېٔ ترې اخستے هم شی ۔
قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَاْتُوْنَ بِمِثْلِهٖ وَ لَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا۝۸۸
ته ورته ووایه کهٔ راجمع شی بنیادم اؤ پېریان ټول دې دپاره چې راؤړی دَ دې قرآن پهٔ شان ۔ را به نهٔ وړې شی دَ دې پهٔ شان اګر کهٔ ټول دَ یو بل امداد وکړی ۔ ف۱۳۴
ف۱۳۴: علامه عثمانیؒ فرمائی دَ قرآن دَ اعجاز متعلق ډېر ځایه لیکلی شوی دی اؤ پهٔ دې موضوع زما یو مستقل کتاب ”اعجاز القرآن“ چاپ دے هغه وګوریٔ ۔
وَ لَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ١٘ فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا۝۸۹
اؤ مونږ پهٔ رنګ رنګ بیان کړی دَ خلقو دَ پوهې دپاره پهٔ دې قرآن کښې هر قسم مثالونه خو پاتی نهٔ شو اکثر خلق بې دَ انکار کؤلو ۔ ف۱۳۵
ف۱۳۵: یعنی دَ بندګانو دَ فائدې دپاره عجیبه عجیبه مضامین بیا بیا پهٔ مختلفو طریقو بیانؤلے شی چې دوی پرې غور وکړی خو اکثر کم عقل دَ دې قدر نهٔ کوی اؤ احسان نهٔ منی ناشکری کوی ۔
وَ قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْاَرْضِ یَنْۢبُوْعًاۙ۝۹۰
اؤ وې وئیل مونږ نهٔ منو ستا خبرې تر څو چې جاری نهٔ کړې مونږ دپاره دَ زمکې نه یوه چینه ۔ ف۱۳۶
ف۱۳۶: یعنی دلته پهٔ مکّه معظّمه کښې راته یوه چینه روانه کړه چې مونږ پرې کر کرونده کوؤ ۔ بدقسمتو پهٔ قرآن غور نهٔ کؤلو چې څهٔ فائده ېٔ ترې اخستې وې ۔ اؤ دغسې ګډې وډې مطالبې به ېٔ کؤلے ۔
اَوْ تَكُوْنَ لَكَ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّ عِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهٰرَ خِلٰلَهَا تَفْجِیْرًاۙ۝۹۱
بیا شی ستا دپاره یو باغ دَ کجورو اؤ دَ انګورو ، بیا روان کړې تهٔ دَ هغې مینځ کښې نهرونه ۔
اَوْ تُسْقِطَ السَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَیْنَا كِسَفًا اَوْ تَاْتِیَ بِاللّٰهِ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ قَبِیْلًاۙ۝۹۲
یا را وغورزوې پهٔ مونږ آسمان ، څنګه چې تهٔ وائې ټوټې ټوټې ف۱۳۷ یا راولے تهٔ الله اؤ فرښتې مخامخ ۔ ف۱۳۸
ف۱۳۷: دا دَ سورتِ سبا یو آیت ته اشاره ده ۔ ارشاد دے ۔ اِنْ نَشَاْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ نُسْقِطْ عَلَیْهِمْ کِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ ۔ (سوره السبا ، رکوع ۱)
”کهٔ مونږ وغواړو نو پهٔ زمکه به ېٔ ورننباسو اؤ یا به ورباندې دَ اسمان نه ټوټې راوغورزوؤ ۔“ (نو دا ظالمان وائی چې مونږ خو ایمان راؤړونکی نهٔ یو نو کهٔ تهٔ رښتونې ئ هغه دَ آسمان ټوټې راباندې راوغورزوه چې معامله ختمه شی)
ف۱۳۸: (نعوذ بالله) الله تعالیٰ دې مونږ ته مخامخ ووائی اؤ فرښتې دې هم ګواهی وکړی چې تهٔ رښتونې ئ (نو مونږ به ومنو) ۔
اَوْ یَكُوْنَ لَكَ بَیْتٌ مِّنْ زُخْرُفٍ اَوْ تَرْقٰی فِی السَّمَآءِ١ؕ وَ لَنْ نُّؤْمِنَ لِرُقِیِّكَ حَتّٰی تُنَزِّلَ عَلَیْنَا كِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ١ؕ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّیْ هَلْ كُنْتُ اِلَّا بَشَرًا رَّسُوْلًا۠۝۹۳
یا شی ستا دپاره یو کور دَ سرو زرو ف۱۳۹ یا وخیژې تهٔ آسمان ته ، اؤ مونږ به ونهٔ منو ستا آسمان ته ختل تر څو چې راکوز نهٔ کړې مونږ ته یو لیکلے کتاب ۔ ف۱۴۰ چې مونږ ېٔ ولولو ۔ ورته ووایه سبحان الله زهٔ څوک یم خو یو بنیادم یم دَ الله رسول ۔ ف۱۴۱
ف۱۳۹: یعنی کهٔ ټول دَ سرو زرو نهٔ وی نو کم از کم چې دَ سرو اوبهٔ خو پرې ختلې وی (ملمع پرې دَ سرو شوی وی)
ف۱۴۰: یعنی څنګه چې تهٔ دَ معراج پهٔ قصه کښې وائې چې آسمان ته ختلے ووم ، نو زمونږ پهٔ مخکښې بیا وخیژه اؤ مونږ ته دَ آسمان نه یو لیکلے کتاب راوړه چې مونږ ېٔ خپله ولولو اؤ ورباندې ځان پوهه کړو (دَ ستا دَ خلې پهٔ قرآن مو یقین نشته) چې دَ آسمان نه لیکلے راؤړې پهٔ هغې به ایمان راؤړو ۔
ف۱۴۱: یعنی زهٔ هم دغه شان بنیادم یم لکه مخکښې رسولان چې راغلی وو ۔ اؤ یو پېغمبر ته هم دَ خداییٔ اختیارات نهٔ دی حاصل اؤ نهٔ دَ پېغمبر سره دا ښایٔی چې دَ خپل رب نه داسې بې ضرورته مطالبې وکړی ۔ دَ پېغمبر کار خو بس دا دے چې دَ الله تعالیٰ نه ورته څهٔ حکم کیږی هغه بندګانو ته ورسوی اؤ خپل کار ېٔ ټول پهٔ الله سپارلے وی ۔ نو زهٔ خپله دَ تبلیغ ذمه واری پوره کوم ۔ اؤ فرمائشی معجزې څرګندؤل یا نهٔ څرګندؤل دَ الله کار دے دَ هغهٔ پهٔ رضا موقوف دی ۔ دَ دې نه مخکښې هم پهٔ دې سورت کښې دَ فرمائشی معجزو نهٔ څرګندؤلو څهٔ حکمتونه بیان شوی دی ۔
وَ مَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰۤی اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَبَعَثَ اللّٰهُ بَشَرًا رَّسُوْلًا۝۹۴
اؤ نهٔ دی منع کړی خلق دَ ایمان راؤړو نه کله چې ورسېدو هغوی ته هدایت مګر دې خبرې چې دوی وائی آیا الله یو بنیادم پهٔ رسالت را واستؤلو ، ف۱۴۲
ف۱۴۲: یعنی دَ هدایت پهٔ رڼا هم دَ دوی سترګې ونهٔ غړېدې هم هغه خپل بیان کوی چې یو بنیادم څنګه دَ الله رسول شو؟ کهٔ الله مونږ ته رسول راستؤلو نو دَ آسمان نه به ېٔ یوه فرښته راستؤلے وه (نو مونږ به پرې یقین کړے وهٔ دَ ځان پهٔ شان دَ بنیادم پهٔ خبره څهٔ یقین وکړو)
قُلْ لَّوْ كَانَ فِی الْاَرْضِ مَلٰٓىِٕكَةٌ یَّمْشُوْنَ مُطْمَىِٕنِّیْنَ لَنَزَّلْنَا عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَلَكًا رَّسُوْلًا۝۹۵
ورته ووایه کهٔ پهٔ دې زمکه باندې فرښتې پهٔ آرام وسېدې نو مونږ به راستؤلے وه هغوی ته دَ آسمان نه یوه فرښته پهٔ رسالت ۔ ف۱۴۳
ف۱۴۳: یعنی کهٔ پهٔ زمکه دَ بنیادمو پهٔ ځائې پاکې فرښتې وسېدې نو مونږ به ورته خپل رسول هم یوه فرښته راستؤلے وه ۔ بنیادم خو پهٔ خپل اصلی شکل کښې دَ فرښتې لیدو طاقت هم نهٔ لری ، فائدہ به ترې څهٔ واخلی؟ اؤ کهٔ دَ بنیادم پهٔ شکل کښې ورته راغلے وې نو بیا به ېٔ پکښې شک کؤلو چې رښتیا فرښته ده اؤ کهٔ دروغ وائی ۔ دغه مضمون دَ سورتِ انعام پهٔ وړومبیٔ رکوع کښې تېر شوے دے ۔
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًۢا بَیْنِیْ وَ بَیْنَكُمْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًۢا بَصِیْرًا۝۹۶
ورته ووایه الله کافی دے حق ثابتؤنکے زما اؤ ستاسو ترمینځه ، بېشکه هغه دے دَ خپل وبندیانو پهٔ حال ښهٔ خبردار لیدونکے ۔ ف۱۴۴
ف۱۴۴: هغوی چې وې الله اؤ ملائکې دې مخامخ ستا تصدیق وکړی دا دَ هغې ځواب دے چې الله خو اوس هم زما عملی تصدیق کوی ۔ هغه ما وینی چې زهٔ دَ نبوت دعویٰ کؤم اؤ زما پهٔ څرګند اؤ پټ حال ښهٔ خبر دے ۔ اؤ زما پهٔ لاس دَ عام عادت اؤ عام قانون نه خلاف نښانې څرګندوی اؤ زما کار ته ورځ پهٔ ورځ ترقی ورکوی اؤ زما مخالفت کؤنکی ذلیل اؤ کمزوری کوی ۔ نو آیا دا دَ دې څرګند دلیل نهٔ دے چې زهٔ رښتونے یم؟ آیا دَ یو دروغژن سره الله تعالیٰ داسې معامله کؤلے شی؟
وَ مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ١ۚ وَ مَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِهٖ١ؕ وَ نَحْشُرُهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ عُمْیًا وَّ بُكْمًا وَّ صُمًّا١ؕ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١ؕ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنٰهُمْ سَعِیْرًا۝۹۷
اؤ چا ته چې الله لار وښیٔ هم هغه لار موندونکے دے ، اؤ څوک چې ګمراه کړی نو تهٔ به بیا نهٔ مومې هغوی دپاره څوک ملګرے بې دَ الله نه ، ف۱۴۵ اؤ پورته به کړو مونږ دا خلق دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ روان به وی پړمخې ړاندهٔ اؤ ګنګیان اؤ کاڼهٔ، ف۱۴۶ ځائې دَ دوی دوزخ دے ۔ کله چې پهٔ سړېدو شی نو تېزې به ېٔ کړو ورته لمبې ۔ ف۱۴۷
ف۱۴۵: یعنی دَ الله پهٔ امداد اؤ توفیق بنده پهٔ سمه لار رونېدے شی ۔ کوم بدبخت ته چې دَ کبر اؤ عناد پهٔ وجه الله سمه لار نهٔ ښیٔ نو څوک دے چې پهٔ سمه لار به ېٔ روان کړی ۔
ف۱۴۶: دا دَ قیامت دَ ورځې پهٔ حالاتو کښې دی چې کافران به ړاندهٔ کاڼهٔ پړمخې دوزخ ته روان وی ۔ پهٔ حدیث کښې دی چې اصحابوؓ تپوس وکړو ۔ پړمخې به څنګه روان وی ۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل کوم الله چې بنیادم پهٔ ښپو روان کړے دے هغه ېٔ پهٔ سر هم روانؤلے شی ۔ باقی فرښتې چې به ېٔ پړمخې راکاږی هغه به دوزخ ته ننوتو نه پس وی ۔ یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ۔ (سوره القمر ، رکوع ۳) (پهٔ کومه ورځ چې به اور کښې پړمخې راښکلے شی) ۔
ف۱۴۷: یعنی عذاب به ېٔ دَ یو مقررې اندازې نه کمیږی نه ۔ کهٔ بدن ېٔ وسوزی اؤ تکلیف کښې ېٔ کمې راځی نو نوې تازه څرمن به پرې راپیدا شی چې احساس ېٔ تیز شی کُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُوْدُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُوْدًا غَیْرَهَا ۔ (سوره نساء ، رکوع ۸)
(کله چې ېٔ څرمن پخه شی نو پهٔ بله څرمن به ېٔ ورته بدله کړو)
ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ قَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّ رُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا۝۹۸
دا دَ دوی سزا ده ځکه چې دوی انکار وکړو زمونږ دَ آیتونو اؤ وېٔ وئیل چې مونږ شو هډوکی چوره چوره ، نو آیا بیا به پورته کؤلے شو ، دَ نوی سره به پیدا کیږو ۔ ف۱۴۸
ف۱۴۸: یعنی پهٔ دنیا کښې تاسو دا خبره نهٔ منله اوس پهٔ خپلو سترګو وګوریٔ چې څنګه درته دَ سؤلو نه پس بیا بیا نوې څرمن پیدا کیږی ۔
اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَ جَعَلَ لَهُمْ اَجَلًا لَّا رَیْبَ فِیْهِ١ؕ فَاَبَی الظّٰلِمُوْنَ اِلَّا كُفُوْرًا۝۹۹
آیا دوی نهٔ وینی کوم الله چې پیدا کړی آسمانونه اؤ زمکه هغه قادر دے پهٔ دې چې پیدا کړی دَ دوی پهٔ شان ف۱۴۹ اؤ مقرر کړے ېٔ ده دوی دپاره یوه نېټه بېشکه ، ف۱۵۰ نو نهٔ پاتې کیږی بې انصافه بې دَ ناشکریٔ ۔ ف۱۵۱
ف۱۴۹: یعنی کوم الله پاک چې دومره لوی لوی څیزونه زمکه آسمانونه پیدا کړی دی هغهٔ ته دَ ستاسو غوندې وړوکے شے دوباره ژوندې کؤل څهٔ ګران دی؟ لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَکْبَرُ مِنْ خلْقِ النَّاسِ ۔ (سوره مؤمن ، رکوع ۶)
ف۱۵۰: شاید چې څوک داسې ووائی تر اوسه چې دومره خلق مړهٔ دی نو دا ولې نهٔ راپورته کیږی؟ دَ هغې ځواب ورکړې شو چې دَ قبرونو نه راپورته کېدو دپاره الله پاک یو وخت مقرر کړے دے چې کله هغه نېټه پوره شی نو ټول مړی به پهٔ یو وخت راپوته شی ۔ دوباره به ژوندی شی ۔ دَ وروستو کېدو پهٔ وجه ترېنه انکار کؤل بې وقوفی ده ۔ وَمَا نُؤَخِّرُهٗۤ اِلَّا لِاَجَلٍ مَّعْدُوْدٍ ۔ (مونږ خو دا یوې مقررې نېټې ته وروستو کړے دے) (سوره هود ، رکوع ۴)
ف۱۵۱: یعنی داسې صفا ستره دلیلونه اورېدو نه پس هم ظالمان سوچ نهٔ کوی ۔ حق ته غاړه نهٔ ږدی بلکې خپلې ګمراهیٔ اؤ ناشکریٔ کښې نور هم کلکیږی ۔
قُلْ لَّوْ اَنْتُمْ تَمْلِكُوْنَ خَزَآىِٕنَ رَحْمَةِ رَبِّیْۤ اِذًا لَّاَمْسَكْتُمْ خَشْیَةَ الْاِنْفَاقِ١ؕ وَ كَانَ الْاِنْسَانُ قَتُوْرًا۠۝۱۰۰
ورته ووایه کهٔ چرې ستاسو پهٔ لاس کښې وې دَ الله دَ رحمت خزانې ۔ نو ضرور به تاسو بندې کړے وې دَ ختمېدو دَ ویرې ، اؤ دے انسان زړهٔ تنګې ۔ ف۱۵۲
ف۱۵۲: پهٔ تېره رکوع کښې فرمائیلی شوی وو ۔
اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ١ؕ اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ۔الخ
(الله تعالیٰ پهٔ تا باندې لوئے رحم کړے دے چې پهٔ خپل فضل ېٔ دَ قرآن غوندې عظیم نعمت درکړے دے)
تر دا مینځه دَ مخالفینو دَ عناد اؤ انکار اؤ غلطو مطالبو بیان وشو ۔ اوس بیا اصل مضمون ته رجوع کیږی ۔ یعنی یو بنده ته دومره لوئے نعمت ورکؤل اؤ دومره بې اندازې احسان اؤ رحم کؤل دَ هغې حقیقی مالک اؤ اصل سخی کار دے دَ چا سره چې دَ رحمت بې انتها خزانې دی اؤ یو حقدار ته پهٔ ډېرو ورکؤلو دَ هغهٔ سره دَ خزانو دَ کمی څهٔ خطره نشته ۔ نهٔ ورسره دا ویره شته چې څوک به ډېر طاقتور شی زما مقابلې ته به ودریږی ۔ دَ الله تعالیٰ رحمت ډېر فراخه دے اؤ دَ هغهٔ خزانې دَ ختمېدو نهٔ دی بیا هم کهٔ دغه خزانې دَ بنیادم پهٔ لاس وې نو هغهٔ به دَ خپل فطری شومتیا اؤ زړهٔ تنګیٔ پهٔ وجه دَ دې ویرې حقدارو ته پوره حق نهٔ ورکؤلو چې دا خزانې به خلاصې شی اؤ زهٔ به تش لاس پاتې شم ۔ دا چا ته چې ېٔ ورکوم دا به طاقتور شی اؤ سبا به زما مقابلې ته ودریږی ۔ بهرحال کهٔ دا دَ نعمتونو خزانې دَ بنیادمو پهٔ لاس وې نو کله به ېٔ چا ته پهٔ ورکؤلو زړهٔ شوے وهٔ ؟ اؤ دا به ېٔ کله برداشت کړے وه چې دَ مکّې معظّمې اؤ طائف لوی لوی متکبر سرداران دې دغسې پاتې شی اؤ دا نعمت دې دَ بنی هاشمو یو یتیم ته حواله کړې شی ۔ دا خو دَ هغه رحیم و کریم کار دے چې هر چا ته دَ خپل استعداد اؤ قابلیت مناسب کمالات اؤ دَ نعمتونو بې انتها خزانې ورکوی ۔ دَ ستاسو پهٔ انکار اؤ ضد الله پاک دَ حقدار نه خپل نعمتونه نهٔ بندوی اؤ دَ خپل رسولﷺ پهٔ برکت به مسلمانانو ته دا دَ وحې بې انتها خزانې ور رسوی اؤ دَ هغهٔ تابعدار به ېٔ هم دغه شان پهٔ فراخ زړهٔ دَ ټولې دنیا پهٔ بنیادمو ویشی اؤ هر څوک به ترېنه دَ خپل استعداد مناسب خپله برخه پورته کوی ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیٰتٍۭ بَیِّنٰتٍ فَسْـَٔلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِذْ جَآءَهُمْ فَقَالَ لَهٗ فِرْعَوْنُ اِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰمُوْسٰی مَسْحُوْرًا۝۱۰۱
اؤ ورکړی دی مونږ موسٰیؑ ته نهه نښانې ښکاره ۔ نو تپوس وکړه دَ بنی اسرائیلو نه کله چې راغلو (موسٰی) دوی ته ، ف۱۵۳ بیا ووې هغهٔ ته فرعون زما پهٔ خیال خو اے موسٰی پهٔ تا جادو شوے دے ۔ ف۱۵۴
ف۱۵۳: یعنی څنګه چې مو تا ته پهٔ خپل فضل اؤ رحمت قرآن کریم درکړے دے دغه شان مو تا نه مخکښې موسٰیؑ ته نهه (۹) څرګنده معجزې اؤ دَ هغهٔ دَ حال اؤ دَ هغه وخت مناسب دَ صداقت څرګندې نښانې ورکړے وې ۔ کله چې مو هغه بنی اسرائیلو ته دَ فرعون دَ ظلمونو نه نجات ورکؤلو دپاره راستؤلے وهٔ ۔ کهٔ ستا خوښه وی نو دَ بنی اسرائیلو دَ پوهه خلقو اؤ انصاف دارو عالمانو نه تپوس وکړه چې دا واقعه څنګه ده؟ دَ موسٰیؑ نهه (۹) معجزې دا وې ۔ (۱) یدِ بیضا (۲) عصا (۳) دَ قحط کالونه (۴) طوفان (۵) ملخ (۶) چیندخې (۷) سپږې (۸) وینهٔ (۹) دَ مېوؤ کمې پهٔ سورتِ اعراف آيت فَاَرْسَلْنَا عَلَیْھِمُ الطُّوْفَانَ وَالْجَرَادَ“ الخ کښې دَ دې پوره تفصیل تېر شوے دے ۔ پهٔ مسند امام احمدؒ اؤ ترمذی وغېره کښې یو حدیث دے چې یهودو دَ حضور اکرمﷺ نه دَ ”تسع آیات“ متعلق تپوس وکړو ۔ نو حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل چې هغه دا احکام دی ۔
(۱) شرک مهٔ کویٔ ۔ (۲) غلا مهٔ کویٔ ۔ (۳) زنا مهٔ کویٔ ۔ (۴) ناحق قتل مهٔ کویٔ ۔ (۵) جادو مهٔ کویٔ ۔ (۶) سود مهٔ خوریٔ ۔ (۷) بې ګناه سړے پهٔ څهٔ دعویٰ کښې مهٔ راګېرویٔ ۔ (۸) پهٔ پاکو ښځو تهمت مهٔ لګویٔ ۔ (۹) دَ جهاد نه مهٔ تښتیٔ ۔
دا خو داسې احکام دی چې دَ هر چا دپاره دی اؤ یو حکم اے یهودو ستاسو دپاره خاص دے چې دَ هفتې دَ ورځې احترام کویٔ ۔ یهودو دَ حضور اکرمﷺ خبره ومنله چې واقعی پهٔ توریٰت کښې مونږ ته دغه نهه (۹) حکمونه وو ۔ حافظ ابن کثیرؒ لیکی پهٔ دې حدیث کښې دَ راوی غالبًا عبدالله بن سلمه نه څهٔ غلطی راغلے ده ۔ دلته دَ ایتونو سیاق و سباق دا نهٔ غواړی چې دَ ”وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیَاتٍ“ الخ ۔ نه دغه نهه (۹) احکام مراد وی اؤ مخکښې دَ فرعون اؤ موسٰیؑ مکالمه کومه چې ”فَقَالَ لَهٗ“ نه شروع کیږی هم دا غواړی چې دلته دَ آیات نه معجزې مراد دی ۔ کومې چې دَ دلیل پهٔ طور فرعون ته ښیٔلې شوے وې اؤ لفظ دَ ”بَصَائِر“ هم دَ معجزو سره ښهٔ لګی اؤ مخکښې دَ مکّې معظّمې والوؤ کومه دَ معجزو مطالبه چې ذکر شوے ده دَ هغې سره هم دا مناسبت خوری چې دَ معجزو خلاف دَ فرعون دَ سرکشیٔ حال اؤ دَ هغې پهٔ وجه دَ فرعون ناکاره انجام وښیٔلی شی چې دَ مکّې معظّمې مشرکان ترې سبق واخلی ۔ بهرحال دَ ابن کثیرؒ دا خیال دے چې یهودو دَ حضور اکرمﷺ نه دَ ”تسع آیات“ متعلق تپوس نهٔ وهٔ کړے بلکې دَ هغه لسو (۱۰) آیتونو (احکام) تپوس ېٔ کړے وهٔ کوم چې به دَ توریٰت پهٔ شروع کښې دَ وصیت پهٔ طور لیکلی شوی وو نو پهٔ دې حدیث کښې هم هغه لس احکام بیان شوی دی۔ راوی پوهه شوے نهٔ دے۔ دَ کلماتِ عشره پهٔ ځائې ېٔ آیاتِ تسعه ذکر کړے دے۔ اؤ دا هم کېدے شی چې یهودو دَ آیاتِ تسعه تپوس کړے وی ، خو حضور اکرمﷺ ورته دَ هغو دَ فائدې دپاره دا تنبیه ورکړی وی چې دَ نهو (۹) معجزاتو معلومؤلو تاسو ته پهٔ دې وخت کښې څهٔ خیر نشته بلکې دغه لس(۱۰) ضروری احکام یاد کړیٔ ۔ دا زیات فائده مند دی ۔ والله اعلم ۔
ف۱۵۴: یعنی پهٔ تا چا جادو کړے دے ۔ (نعوذ بالله) دماغ دې خراب شوی دی ، ګډې وډې وائې ۔ بل ځائې ارشاد دے ۔ قَالَ اِنَّ رَسُوْلَکُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْکُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۔ (سوره شعراء ، رکوع ۲)
(اے بنی اسرائیلو تاسو ته چې کوم رسول راستؤلے شوے دے دا خو لېونے دے)
دې آیت نه معلومیږی چې دَ هغو مطلب دَ ”مسحور“ نه لېونے وهٔ ۔ اؤ ځنو عالمانو دلته ”مسحور“ دَ ساحر پهٔ معنٰی اخستې دے ۔ والله اعلم ۔
قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَاۤ اَنْزَلَ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ بَصَآىِٕرَ١ۚ وَ اِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰفِرْعَوْنُ مَثْبُوْرًا۝۱۰۲
هغه ورته ووې تهٔ ښهٔ پوهه ئ چې نهٔ دی راستؤلے دا څیزونه هېچا بې دَ آسمانونو اؤ زمکې دَ مالک نه دَ خلقو دَ پوهې دپاره ، اؤ زما پهٔ خیال خو اے فرعونه تهٔ تباه کېدونکے ئ ۔ ف۱۵۵
ف۱۵۵: یعنی اے فرعونه تهٔ پهٔ خلهٔ خو انکار کوے دَ خپلې بادشاهیٔ راټینګؤلو پهٔ خیال خو پهٔ زړهٔ کښې ښهٔ پوهېږې چې دا تهٔ چې کومې معجزې پهٔ سترګو وینې دا سحر یا بل څهٔ نهٔ دی بلکې دَ هغه آسمانونو اؤ زمکې دَ مالک قادر و توانا دَ طرفه نښانې دی اؤ څوک چې سره دَ پوهې دَ حق نه انکار کوی دَ هغهٔ پهٔ حق کښې نور څوک څهٔ وئیلی شی؟ خو دا چې دَ تباهیٔ وخت ېٔ نژدے دے ۔ دَ دې نه معلومه شوه چې ایمان دَ پوهېدو نوم نهٔ دے دَ منلو اؤ یقین کؤلو نوم دے لکه ارشاد دے ۔ وَ جَحَدُوْا بِهَا وَاسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَّ عُلُوًّا ۔ (سوره النمل ، رکوع ۱)
(پهٔ زړونو کښې ېٔ ورباندې یقین دے خو دَ ظلم اؤ دښمنیٔ پهٔ وجه ترېنه انکار کوی)
فَاَرَادَ اَنْ یَّسْتَفِزَّهُمْ مِّنَ الْاَرْضِ فَاَغْرَقْنٰهُ وَ مَنْ مَّعَهٗ جَمِیْعًاۙ۝۱۰۳
بیا هغهٔ اراده وکړه چې پهٔ آرام پرې نهٔ ږدی بنی اسرائیل پهٔ دې زمکه ۔ نو مونږ غرق کړو هغه اؤ دَ هغهٔ ملګری ټول ۔ ف۱۵۶
ف۱۵۶: فرعون پوه شو چې دَ موسٰیؑ اثر ورځ پهٔ ورځ زیاتیږی نو پهٔ دې خیال چې بنی اسرائیل چرته مضبوط نهٔ شی پهٔ هغو ېٔ زور ظلم نور هم زیات کړو چې سر پورته نهٔ کړې شی اؤ پهٔ مصر کښې پهٔ آرام استوګه ونهٔ کړې شی نو مونږ دغه فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم دَ مصر نه ووېستل اؤ پهٔ بحرِ قلزم کښې مو غرق کړل ۔
وَّ قُلْنَا مِنْۢ بَعْدِهٖ لِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اسْكُنُوا الْاَرْضَ فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِیْفًاؕ۝۱۰۴
اؤ دَ هغې نه پس مو ووېٔ بنی اسرائیلو ته ، چې آباد شیٔ پهٔ دې زمکه ، بیا کله چې راغله نېټه دَ آخرت مونږ به راولو تاسو ټول پهٔ جمع ۔ ف۱۵۷
ف۱۵۷: یعنی الله پاک ظالم تباه کړو اؤ تاسو ېٔ دَ هغهٔ دَ ظلم نه خلاص کړیٔ اوس چې پهٔ مصر اؤ شام کښې پهٔ آزادیٔ اؤ آرام ژوند تېرویٔ اؤ کله چې دَ قیامت ورځ راشی نو تاسو ټول به راجمع کړو اؤ ستاسو دښمنان به هم راؤلو دَ نیک بخت اؤ بدبخت دائمی فیصله به وشی ۔
وَ بِالْحَقِّ اَنْزَلْنٰهُ وَ بِالْحَقِّ نَزَلَ١ؕ وَ مَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّ نَذِیْرًاۘ۝۱۰۵
اؤ پهٔ حقه نازل کړے مونږ قرآن اؤ پهٔ حقه نازل شوے ، ف۱۵۸ اؤ تهٔ خو مونږ راستؤلے ئ دَ زیری ورکؤلو اؤ ویرؤلو دپاره ۔ ف۱۵۹
ف۱۵۸: دَ موسٰیؑ دَ معجزو بیانؤلو نه پس بیا دَ قرآن بیان ته رجوع وشوه یعنی دَ موسٰیؑ معجزې خو پهٔ خپل ځائې لويے وې لېکن نبی عربیﷺ ته چې کومې غټې معجزې ورکړې شوې پهٔ هغو کښې دَ ټولو نه غټه معجزه خپله دا قرآن دے چې عین دَ حکمت موافق دے اؤ عظیم علم اؤ اعلیٰ درجه رښتونی واقعات پکښې بیان شوی دی ۔ پهٔ صحیح طریقه نازل شوے دے اؤ هم دغه شان پهٔ صحیح طریقه حضور اکرمﷺ ته رسېدلے دے پهٔ لار کښې پکښې څهٔ ګړ بړ نهٔ دی شوی اؤ بیا دغه شان پهٔ صحیح طریقه حضور اکرمﷺ مؤمنانو ته رسؤلے دے ۔ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اُنْزِلَ بِعِلْمِ اللہِ وَ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۔ (سوره هود ،رکوع ۲)
ف۱۵۹: یعنی دَ دې قرآن منونکیو ته دَ نجات زېرے ورکوی اؤ نهٔ منونکی دَ الله دَ عذاب نه ویروی ۔
وَ قُرْاٰنًا فَرَقْنٰهُ لِتَقْرَاَهٗ عَلَی النَّاسِ عَلٰی مُكْثٍ وَّ نَزَّلْنٰهُ تَنْزِیْلًا۝۱۰۶
اؤ دَ لوستو وظیفه کړے دے مونږ دا قرآن برخې برخې چې وېٔ لولې تهٔ خلقو ته پهٔ قلاره قلاره اؤ نازل کړے مو دے لږ لږ ۔ ف۱۶۰
ف۱۶۰: دَ قرآن کریم دَ نازلؤلو اصلی غرض خو دا دے چې خلق ېٔ پهٔ مطلب ځان پوه کړی اؤ عمل پرې وکړی کوم ته چې تَدَبُّرْ اؤ تَذَکُّرْ وئیلی شی لېکن دَ قرآن دَ الفاظو تلاوت هم دَ نور اؤ برکت نه خالی نهٔ دے ۔ کِتَابٌ اَنْزَلْنَاهُ اِلَیْكَ مُبَارَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَ لِیَتَذَکَّرَ اُولُوالْاَلْبَابِ ۔ (سوره ص ، رکوع ۳)
(دا یو عظیم کتاب دے چې راستؤلے دے مونږ تا ته دَ برکت والا چې خلق غور وکړی دَ دې پهٔ آیتونو کښې اؤ چې فائده ترېنه واخلی دَ عقل خاوندان (عمل پرې وکړی) ۔ سورتونه اؤ آیتونه ېٔ ځکه جدا جدا کړی شوی دی چې دَ وظیفې پهٔ طریقه ېٔ تلاوت آسان وی اؤ یادؤلو اؤ یوهېدلو ته هم آسان شی ۔ اؤ لږ لږ ځکه نازل شوے دے چې وخت پهٔ وخت ترې دَ حالاتو مناسب هدایت حاصل شی ۔ عمل پرې آسان وی ۔ چې هغه قوم کوم چې مخکښې دَ ټولې دنیا دپاره هادی اؤ پیشوا جوړېدونکے دے ۔ دَ هر آیت حکم اؤ موقع اؤ غرض باندې ښهٔ پوهه شی یاد ېٔ کړی اؤ راتلونکے نسل ورباندې هم داسې ښهٔ پوهه کړی چې دَ یو آیت دَ بې موقعې اؤ غلط استعمال ګنجائش پاتې نهٔ شی ۔
قُلْ اٰمِنُوْا بِهٖۤ اَوْ لَا تُؤْمِنُوْا١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهٖۤ اِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ یَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ سُجَّدًاۙ۝۱۰۷
ورته ووایه تاسو ېٔ منیٔ اؤ کهٔ نهٔ منیٔ ، کومو خلقو ته چې علم ورکړې شوے دَ دې نه مخکښې ، کله چې هغوی ته دا ولوستے شی پوېوځی پړ مخې پهٔ سجده باندې ۔
وَّ یَقُوْلُوْنَ سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُوْلًا۝۱۰۸
اؤ وائی پاک دے زمونږ رب بېشکه زمونږ دَ رب وعده پوره کېدونکے ده ۔ ف۱۶۱
ف۱۶۱: یعنی اے مشرکانو جاهلانو تاسو ېٔ منیٔ اؤ کهٔ نه کوم انصاف دار عالمان چې دَ مخکښینیو کتابونو دَ بشارتونو نه خبر دی هغوی چې دا کلام واؤری نو الله ته پهٔ سجده پرېوځی اؤ وائی سبحان الله دا څهٔ عجیبه کلام دے ۔ بېشکه دَ الله تعالیٰ هغه وعده پوره شوه کومه چې پهٔ توریٰت (کتاب استثناء ) کښې شوے ده ۔ ”چې اے بنی اسرائیلو زهٔ به ستاسو پهٔ وروڼو بنی اسماعیلو کښې خپل نبی را استؤم اؤ پهٔ هغهٔ به خپل کلام نازلؤم“۔ بېشکه دا هم هغه کلام دے چې دَ موسٰیؑ پهٔ خلهٔ ېٔ وعده شوے وه ۔ نو هر کله چې اهلِ علم دَ قرآن تصدیق کوی اؤ دَ الله رښتونې کلام ېٔ منی نو انکار ېٔ دَ جاهلانو کار دے ۔
وَ یَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ یَبْكُوْنَ وَ یَزِیْدُهُمْ خُشُوْعًا۩۝۱۰۹
اؤ پرېوځی پړمخې پهٔ ژړا اؤ زیاتیږی دَ هغوی عاجزی ۔ ف۱۶۲
ف۱۶۲: یعنی دَ قرآن پهٔ اورېدو ېٔ زړهٔ نرم شی ۔ پهٔ سجده کښې پهٔ ژړا شی اؤ عاجزی ېٔ نوره هم زیاته شی ۔ اَذْقَانْ جمع دَ ذَقَنْ ده زنې ته وائی ۔ یعنی دوی سجده کښې دومره احتیاط کوی چې دَ تندی سره زنه هم پهٔ زمکه لګوی یا دا هسې دَ سجدې نه کنایه ده ۔
قُلِ ادْعُوا اللّٰهَ اَوِ ادْعُوا الرَّحْمٰنَ١ؕ اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی١ۚ وَ لَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَ لَا تُخَافِتْ بِهَا وَ ابْتَغِ بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا۝۱۱۰
ووایه کهٔ تاسو ېٔ دَ الله پهٔ نوم بلیٔ اؤ کهٔ دَ رحمٰن پهٔ نوم ېٔ بلیٔ ، پهٔ کوم نوم چې ېٔ بلیٔ ، دا ټول دَ هغهٔ ښائسته نومونه دی ۔ ف۱۶۳ اؤ ډېر پهٔ وچت آواز مهٔ لوله خپل نمونځ اؤ مهٔ ېٔ پټ لوله ، اؤ ولټوه دَ دې دواړو تر مینځه لار ۔ ف۱۶۴
ف۱۶۳: دَ سجدې پهٔ مناسبت دلته دعا اؤ بیا دَ دعا پهٔ مناسبت دَ نمونځ ذکر شوے دے ۔ واقعه دا ده چې دَ عربو مشرکانو به دَ الله پاک پهٔ نومونو کښې دَ الله نوم زیات وې اؤ یهودیانو به دَ رحمٰن نوم زیات استعمالؤلو ۔ پهٔ توریٰت کښې هم دا نوم دغه شان وهٔ ۔ عرب دَ دې نه نهٔ وو خبر چې دا هم دَ الله نوم دے ۔ غرض دا چې مشرکان به دَ دې نوم دَ استعمال نه ویرېدل اؤ کله چې به ېٔ دَ حضور اکرمﷺ دَ خلې نه رحمٰن واؤرېدو نو وې به ېٔ چې مونږ خو دَ شرک نه منع کوی اؤ خپله دَ الله نه غیر بل خدائې رحمٰن هم یادوی اؤ یهودو به دا شکایت کؤلو چې حضور اکرمﷺ دَ رحمٰن نوم دومره ډېر استعمالؤل ولې نهٔ کوی څنګه چې زمونږ پهٔ کتابونو کښې دے ۔ دې آیت کښې دَ دواړو ځواب وشو چې الله اؤ رحمٰن دواړه څهٔ بیل بیل نهٔ دی ۔ دواړه هم دَ یو ذات پاک دوه نومونه دی ۔ دَ صفتی نومونو پهٔ ګڼوالی سره دَ ذات پهٔ یو والی کښې څهٔ فرق نهٔ راځی ۔ ګڼ اسمائے صفت دَ توحید خلاف نهٔ دی ۔ دا خو دَ مشرکانو ځواب شو اؤ دَ یهودو ځواب دا شو چې دَ الله تعالیٰ پهٔ پاکو اسمائے صفاتو کښې چې پهٔ کوم نوم ېٔ څوک بلی مطلب ېٔ یو دے ۔ یعنی هم هغه یو ذات پاک بلل دی ۔ البته دا ده چې دَ هر وخت اؤ موقعې مناسب خپل اسمِ صفتی زیات موزون دی ۔
ف۱۶۴: یعنی پهٔ دعا کښې هم اؤ نمانځهٔ کښې هم ډېر پهٔ زوره آواز هم ښهٔ نهٔ دے اؤ ډېر رو هم ښهٔ نهٔ دے تر دا مینځه چال بهتر دے (موضع القرآن) ۔ پهٔ احادیثو کښې دی چې مکّه معظّمه کښې چې به مسلمانانو پهٔ زوره زوره تلاوت کؤلو نو مشرکانو به دَ قرآن اؤ دَ قرآن دَ راستؤنکی اؤ راؤړونکی پهٔ حق کښې چې ادبه الفاظ وئیل نو حضور اکرمﷺ بیا پټ پټ تلاوت شروع کړو ، پهٔ دې باندې دا آیتونه نازل شو ۔ یعنی چې ځان ته تلاوت کوے نو دومره پهٔ زوره هم مهٔ کوه چې مشرکان ېٔ لرې پهٔ خپل مجلس کښې واؤری ۔ اؤ دومره رو هم مهٔ وایه چې خپله ستا ملګری ېٔ نهٔ اوری ۔ میانه روی اختیار کړه ۔ دَ تبلیغ وخت جدا دے هغې کښې خو مطلب اورؤل وی نو هلته پهٔ زوره وئیل پکار دی چې خلق ېٔ واؤری ۔ دا حکم دَ ځان سره تلاوت دپاره دے ۔
وَ قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلِیٌّ مِّنَ الذُّلِّ وَ كَبِّرْهُ تَكْبِیْرًا۠۝۱۱۱
اؤ وایه ټول تعریفونه هغه الله لره دی چې نهٔ ېٔ اولاد شته اؤ نهٔ ېٔ څوک شریک شته پهٔ حکومت کښې ۔ اؤ نهٔ ېٔ څوک مددګار شته دَ کمزورتیا پهٔ وخت کښې اؤ دَ هغهٔ لوئی بیانوه ډېره ډېره ۔ ف۱۶۵
ف۱۶۵: دَ نمانځهٔ اؤ دعا نه پس دَ توحید پهٔ ذکر سورت ختمیږی یعنی ټول تعریفونه دَ الله تعالیٰ دی چې پهٔ هر صفتِ کمال موصوف دے اؤ دَ هر عیب اؤ کمزوریٔ نه پاک اؤ لوئے ذات دے ۔ دَ الله پهٔ ذات کښې دَ هېڅ صفت کمے نشته چې دَ هغې پوره کؤلو دپاره ېٔ دَ بل چا امداد ته ضرورت پرېوځی ۔ دَ بل نه امداد اخستو کښې درے (۳) حالته وی ۔ (۱) دَ خپل کشر نه امداد واخستے شی لکه مور چې دَ خپل اولاد نه اخلی ۔ (۲) یا دَ خپل برابر اؤ پهٔ کار کښې شریک ملګری نه امداد اخستے شی ۔ (۳) یا دَ ځان نه زیات اؤ لوي نه امداد غوښتے شی ۔ لکه یو کمزورے یا غریب بنده چې دَ بل زورور یا مالدار نه امداد غواړی ۔ پهٔ دې آیت کښې دَ درے واړو حالتونو نفی وشوه ۔ (۱) ”لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا“ کښې دَ اول حالت نفی وشوه چې دَ الله اولاد نشته نو مدد به څهٔ ورکړی ۔ (۲) ”لَمْ یَکُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ“ (هېڅوک ورسره پهٔ حکومت کښې شریک اؤ ملګرے نشته ۔ دَ دویٔم حالت نفی وشوه ۔ (۳) ”لَمْ یَکُنْ لَّهٗ وَلِیٌّ مِّنَ الذُّلِّ“ کښې دَ دریٔم حالت نفی هم وشوه چې دَ هغهٔ پهٔ ذات کښې هېڅ کمے اؤ کمزوری نشته چې دَ پوره کؤلو ضرورت ېٔ پیښ شی ۔ دَ دې نه پس ېٔ پهٔ ”کَبِّرْہُ تَکْبِیْرًا“ سره دَ الله پاک عظمت اؤ لوییٔ طرف ته توجه ورکړه چې بنیادم ته پکار دی چې دَ الله پاک لوي پهٔ زړهٔ کښې ومنی اؤ پهٔ ژبه ېٔ اقرار وکړی اؤ الله پاک دَ هر قسم کمی اؤ کمزوریٔ نه پاک اؤ لوئے وګڼی ۔ دَ قرآن دَ اعجاز کمال خو دا دے چې پهٔ دې آیت کښې دَ شرک دَ درے غټو فرقو دَ غټو عقیدو رد هم وشو ۔ پهٔ نمبر ۱ کښې دَ عیسایانو دَ عقیدې چې عیسٰیؑ دَ الله ځوئے دے تردید وشو ۔ پهٔ نمبر ۲ کښې دَ مشرکانو چې بتان ېٔ پهٔ خداییٔ کښې شریک منل اؤ نمبر ۳ کښې دَ یهودیانو دَ دې عقیدې چې یعقوبؑ الله پاک ته پهٔ پرزؤلو ورغلے وهٔ اؤ (نعوذ بالله) الله پاک ېٔ راپرزؤلے وهٔ ۔ حضرت شاه صاحب لیکی ۔ هېڅوک مددګار ېٔ نشته دَ ذلّت پهٔ وخت کښې یعنی پهٔ الله پاک چرې داسې وخت نهٔ راځی چې مدد ته ېٔ حاجت پیښ شی ۔ دَ دنیا دَ بادشاهانو سره امیران اؤ وزیران دې دپاره وی چې دَ ضرورت پهٔ وخت ورسره امداد وکړی ۔ دَ الله پاک دربار دَ دې خبرو نه پاک دے ( دَ هغهٔ څهٔ شی ته حاجت نشته ۔ نو وزیران یا ملګری څهٔ دپاره وساتی)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الْکَهْفِ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ مِائَۃٌ وَّ عَشَرَ اٰیَاتٍ وَّ اِثْنَا عَشَرَ رَکُوْعًا ۔
سورت کهف مکه کښې نازل شوے دے ، اؤ دَ دې یو سل (۱۰۰) اؤ لس (۱۰) آیتونه اؤ دولس رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلٰی عَبْدِهِ الْكِتٰبَ وَ لَمْ یَجْعَلْ لَّهٗ عِوَجًاؕٚ۝۱
ټول تعریفونه دَ هغه الله دی چې نازل ېٔ کړو پهٔ خپل بنده کتاب اؤ پرې ېٔ نهٔ ښود پهٔ کښې څهٔ کوږوالے ، ف۱
ف۱: یعنی دَ لوئے نه لوئے تعریف اؤ دَ شکر حقدار هغه ذاتِ پاک دے چا چې پهٔ خپل خاص بنده اؤ محبوب محمّد مصطفٰیﷺ خپل آخری ، اعلیٰ اؤ کامل کتاب را واستؤلو اؤ پهٔ دې طریقه ېٔ دَ زمکې پهٔ مخ وسیدونکیو باندې خپل بې انتها فضل وکرم وکړو اؤ خپل بهترین نعمتونه ېٔ ورته وبخښل ۔ بېشکه پهٔ دې کتاب کښې هېڅ کوږوالے نشته ۔ هره خبره ېٔ صفا ستره ، عبارت ېٔ فصیح اؤ طریقهٔ بیان ېٔ ډېره مؤثره ، تعلیمات ېٔ متوسط اؤ دَ هرې زمانې هر طبیعت اؤ صحیح عقل سره موافق دی ۔ دَ هېڅ قسم افراط و تفریط څهٔ بویٔ قدرې هم پکښې نشته ۔
قَیِّمًا لِّیُنْذِرَ بَاْسًا شَدِیْدًا مِّنْ لَّدُنْهُ وَ یُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا حَسَنًاۙ۝۲
نازل ېٔ کړو سم صحیح چې وویروی خلق دَ الله دَ سخت عذاب نه ف۲ اؤ زېرے ورکړی ایماندارو ته څوک چې نیک کارونه کوی دَ دې خبرې چې دوی لره بهتره بدله ده ۔
ف۲: یعنی مؤمنانو ته دَ آخرت دَ خوشحالیو زېرے ورکوی اؤ تکذیب کؤنکے دَ خداوند قهار دَ عذاب نه ویروی ۔
خبردارے: ځنو مفسرینو دَ ”قَیِّمًا“ معنٰی ”مُسْتَقِیْمًا“ کړے ده اؤ دَ مخکښینیو الفاظو تائید ېٔ منلې دے ۔ یعنی دې کتاب کښې هر څومره غور و فکر چې وکړې شی پهٔ یوه خبره کښې هم دَ وېښتهٔ برابر کوږوالے نهٔ شی راوتې ۔ لېکن فَرَّاءؒ دَ دې معنٰی کړے ده قَیِّمًا عَلیٰ سَائِرِ الْکُتُبِ السَّمَاویَّة ۔ یعنی دَ ټولو آسمانی کتابونو تصدیق کؤنکے اؤ پهٔ هغو دَ صحت مُهر لګؤنکے دے اؤ دَ هغو اصولی تعلیم پهٔ دنیا کښې باقی ساتونکے اؤ مضبوطؤنکے دے ۔ ابو مسلمؒ لیکلی دی ۔ قَیِّمًا بِمَصَالِحِ الْعِبَادِ ۔ دَ بندګانو دَ هر قسم اصلاح ذمه وار اؤ دَ مخلوق دنیا و آخرت سمؤنکے دے ۔ بهرحال هره یوه معنٰی چې واخستې شی پهٔ صداقت کښې ېٔ څهٔ شک نشته ۔
مَّاكِثِیْنَ فِیْهِ اَبَدًاۙ۝۳
اؤ وسی به پکښې همېشه ، ف۳
ف۳: دَ دې نه مراد دَ آخرت بدله یعنی جنّت دے چې مؤمنان به پکښې همېشه بې غمه اؤ پهٔ آرام اؤ راحت وسی ۔
وَّ یُنْذِرَ الَّذِیْنَ قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًاۗ۝۴
اؤ وویروی هغه کسان چې وائی الله اولاد لری ف۴
ف۴: دَ الله تعالیٰ دپاره اولاد منونکیو کښې دَ ټولو نه زیات مشهور خو عیسایان دی ۔ څنګه چې دَ احادیثو نه معلومیږی اؤ هم دَ دوی سره تر قیامته دَ مسلمانانو پېښه ده ۔ بیا هم دَ الفاظو دَ عام والی پهٔ سبب پکښې دَ یهودو هغه فرقې هم راځی څوک چې عزیرؑ ته دَ الله پاک ځوئے وائی ۔ دَ عربو ځنو مشرکانو به هم ملائکو ته دَ الله پاک لوڼه وې ۔ بهرحال دې آیت کښې هغه ټولو فرقو ته خبردارے دے څوک چې الله پاک دپاره اولاد منی خو عیسایانو ته خاص طور سره دے ۔
مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ وَّ لَا لِاٰبَآىِٕهِمْ١ؕ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ١ؕ اِنْ یَّقُوْلُوْنَ اِلَّا كَذِبًا۝۵
هېڅ علم نشته دوی ته دَ دې خبرې اؤ نهٔ دَ دوی پلار نیکهٔ ته ۔ څومره غټه خبره دَ دوی دَ خلې نه وځی ، ټول دروغ دی څهٔ چې وائی ۔ ف۵
ف۵: یعنی دوی سره څهٔ مضبوط دلیل پهٔ دې خبره نشته اؤ نهٔ ېٔ دَ پلار نیکهٔ سره وهٔ دَ چا پهٔ تقلید کښې چې دوی دومره غټه خبره دَ خلې نه وباسی ۔ حقیقت دا دے چې دَ الله پاک دَ لوی شان اؤ پاکیٔ نه خبر نهٔ دی ځکه داسې بې ادبه اؤ غلطې خبرې دَ خلې نه وباسی ۔ دلیل خو ورسره څهٔ نشته خو پهٔ خپله خبره داسې کلک دی کهٔ هر څومره دلیلونه ورته پیش کړې شی نهٔ ېٔ منی اؤ چې دَ دوی نه دلیل وغواړی نو وائی به چې دا یو مذهبی راز دے ۔ دَ بنیادم عقل ورته نهٔ رسی (دَ بنیادم دَ عقل نه پورته یو حقیقت دے) ۔
فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ اِنْ لَّمْ یُؤْمِنُوْا بِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَسَفًا۝۶
نو هسې نهٔ چې ځان هلاک کړې پهٔ دوی پسې که دا خبره ونهٔ منی دَ ډېره غمه ۔ ف۶
ف۶: یعنی کهٔ دا کافران دَ قرآن خبرې نهٔ منی نو تهٔ دَ دوی پهٔ غم کښې خپل زړهٔ مهٔ خوره اؤ ځان دَ غمه مهٔ ویلې کوه ۔ دَ ستا پهٔ ذمه صحیح خبره رسؤل وو ، تا خپله غاړه خلاصه کړه اوس ېٔ دوی منی اؤ کهٔ نهٔ ېٔ منی تهٔ ېٔ څهٔ غم مهٔ کوه اؤ مهٔ پهٔ دې خبره خفګان کوه چې ستا خواریٔ څهٔ ځائې ونهٔ نیؤلو اؤ دَ ستا پهٔ نصیحتونو چا عمل ونهٔ کړو ۔ دَ ستا خواریٔ ځائې نیؤلے دے ۔ تا چې پهٔ کومه همدردیٔ اؤ محنت اؤ محبت دَ تبلیغ کار وکړو دا ستا دپاره دَ ډېرو وچتو مرتبو اؤ دَ ډېر اعلیٰ مقام ذریعه ده ۔ بدبختانو کهٔ ستا خبره ونهٔ منله نو خپل نقصان ېٔ وکړو ۔
اِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَی الْاَرْضِ زِیْنَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ اَیُّهُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا۝۷
مونږ جوړ کړے څهٔ چې پهٔ دې زمکه دی دَ دې ښائست چې وزمایو خلق چې څوک دوی کښې ښهٔ کار کوی ۔ ف۷
ف۷: یعنی دَ خلقو دَ ازمېښت دپاره دا دنیا ښائسته شوے ده چې پته ولګی څوک پهٔ دې پسې منډې وهی اؤ څوک دَ آخرت دپاره کوشش کوی ۔ پهٔ احدیثو کښې راځی چې حضرت عبدالله بن عمرؓ دَ رسول اللهﷺ نه تپوس وکړو ”اَحْسَنُ عَمَلًا“ څوک دی؟ حضور اکرمﷺ وفرمائیل ”اَحْسَنُکُمْ عَقْلًا وَ اَوْرَعُکُمْ عَنْ مَحَارمِ اللہِ وَ اَسْرَعُکُمْ فِی طَاعَتِهٖ سُبْحَانَه
(دَ چا چې پوهه ښهٔ وی ، دَ حرامو نه پرهېز کوی اؤ دَ الله پهٔ تابعداریٔ کښې چست وی)
وَ اِنَّا لَجٰعِلُوْنَ مَا عَلَیْهَا صَعِیْدًا جُرُزًاؕ۝۸
اؤ مونږه ګرځؤنکی یو څهٔ چې پهٔ دې دی سپینه ډاګه ۔ ف۸
ف۸: یعنی یوه ورځ به دَ دنیا دَ ښائست سامان دا ونې بوټی آبادیٔ اؤ نور څیزونه هر څهٔ وران شی اؤ صفا وچه ډاګه به پاتې شی ۔ څوک چې دَ دنیا پهٔ ښائست پسې ګرځی هغوی دې پوهه شی چې دا څیزونه فانی دی همېشه باقی پاتی کیدونکی نهٔ دی ۔ دَ دنیا دَ راحت سامان کهٔ هر څومره جمع کړیٔ خو چې روحانی دولت اؤ دَ آسمانی هدایت سامان ورسره نهٔ وی نو حقیقی آرام و راحت اؤ همېشه خوشحالی مو پهٔ نصیب کښې نشته ۔ دَ آخرت همېشه خوشحالی دَ هغه خلقو پهٔ نصیب کښې ده څوک چې پهٔ دنیا کښې دَ الله دَ رضا طلب کوی ۔ دَ الله دَ رضا دپاره اؤ دَ آخرت دَ خوشیٔ دپاره دَ دنیا هر آرام و راحت قربانؤلے شی اؤ سخت نه سخت تکلیفونه پهٔ خوشیٔ برداشت کؤلے شی ۔ اؤ دَ غټو غټو ظالمانو مقابلې ته بې خطره ولاړ وی پهٔ دې لړ کښې دَ اصحابِ کهف قصه بیانیږی اؤ نبی کریمﷺ ته تسلّی ورکؤلے شی چې تهٔ دَ دې بدبختو پهٔ غم زړهٔ مهٔ خفه کوه ۔ دَ دنیا پهٔ کوم عیش و آرام چې دوی غاوره دی اؤ حق نهٔ منی دا هر څهٔ به یوه ورځ وران ویجاړ شی ۔ اؤ دا ټول به دَ الله پهٔ دربار کښې حاضریږی پهٔ دغه ورځ به ټولې جګړې فیصله شی ۔
اَمْ حَسِبْتَ اَنَّ اَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَ الرَّقِیْمِ١ۙ كَانُوْا مِنْ اٰیٰتِنَا عَجَبًا۝۹
آیا ستا دا خیال غلط دے چې دَ غار اؤ سیوری وسیدونکی زمونږ دَ قدرت پهٔ نخښو کښې یوه عجیبه نخښه ده ۔ ف۹
ف۹: یعنی دَ الله دَ عظیم قدرت اؤ طاقت پهٔ مقابله کښې دَ اصحابِ کهفو واقعه څهٔ دومره عجیبه اؤ ناشنا خبره نهٔ ده ۔ څومره چې ورته دا خلق حیران دی ۔ دَ الله تعالیٰ قدرت ډېر لوئے دے ۔ زمکه ، آسمانونه ، ستوری ، نمر ، سپوږمۍ پیدا کؤل اؤ بیا دا ټول پهٔ مضبوط نظام باندې قائم ساتل ۔ کمزوری بنیادم ته پهٔ دې ټول مخلوق فضیلت ورکؤل ۔ بیا پهٔ بنیادمو کښې خپل خاص بندګان ، رسولان اؤ پېغمبران راستؤل اؤ دَ حق منونکیو بې سرو سامان کمزورے وړې غوندې ډلې ته دَ منکرانو پهٔ زبردستو طاقتونو غلبه ورکؤل ۔ خپل آخری رسولﷺ اؤ دَ هغهٔ ملګرے پهٔ غارِ ثور کښې دَ کافرو دَ لاسه بچ کؤل ۔ دَ کافرو دَ غار دَ خلې نه نامراد واپس کؤل اؤ بیا دَ مسلمانانو دې وړې ډلې ته دَ عربو پهٔ ټولو کفارو غلبه ورکؤل اؤ پهٔ ټول جزیرة العرب هغو ته قبضه ورکؤل ۔ آیا دا اؤ دا قسمه بې شمېره واقعات دَ اصحابِ کهفو دَ واقعې نه څهٔ کم عجیبه دی؟ واقعات داسې وو چې یهودو دَ قریشو سردارانو ته وئیلی وو چې تاسو دَ نبی کریمﷺ نه دَ ازمېښت دپاره درے تپوسونه وکریٔ (کهٔ دَ دې صحیح ځوابونه ېٔ ورکړل نو دې به رښتیا دَ الله رسول وی) (۱) روح څهٔ شے دے؟ (۲) دَ اصحابِ کهفو واقعه څنګه ده؟ (۳) اؤ دَ ذوالقرنین واقعه څنګه وه؟
دَ اصحابِ کهفو قصې ته دَ عجیبه اؤ ناشنا والی پهٔ وجه هغو زیات اهمیت ورکړے وهٔ ۔ ځکه پهٔ دې آیت کښې وئیلی شوی دی چې هغه دومره عجیبه نهٔ ده څومره چې ستاسو خیال دے ۔ دَ الله دَ قدرتونو دَ دې نه نورې هم غټې غټې نښانې موجودې دی ۔ دَ اصحابِ کهفو پوره قصه داسې وه چې پهٔ روم کښې یو سخت ظالم بادشاه وهٔ ۔ دا بادشاه بُت پرست وهٔ اؤ نور خلق ېٔ هم پهٔ زور خپل مذهب ته را اړؤل ۔ نو خلقو دَ دنیا پهٔ لالچ یا دَ ویرې خپل مذهب پرېښو اؤ بت پرست به شول دَ بادشاه دَ سردارانو پهٔ اولاد کښې یو څو ځلمی وو ، هغو دا خیال وکړو چې دَ مخلوق دَ رضا کؤلو دپاره دَ ځان نه خپل خالق ناراضه کؤل دَ عقل کار نهٔ دے ۔ دَ هغو پهٔ زړهٔ کښې دَ الله خوف اؤ دَ ایمان رڼا وه ۔ الله پاک صبر اؤ استقامت ورکړے وهٔ ۔ بادشاه ته ېٔ مخامخ ووې: لَنْ نَّدْعُوَاْ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلٰهًا لَقَدْ قُلْنَاۤ اِذًا شَطَطًا“ ۔
(مونږ خو دَ الله نه غیر بل چا ته معبود نهٔ شو وئیلے دا خبره دَ عقل نه ډېره لرې ده)
بادشاه پهٔ هغه وخت دَ سرداراونو ځامن قتل کؤل دَ مصلحت خلاف وګڼله ۔ څهٔ به ېٔ دَ هغو پهٔ ځوانیٔ هم رحم راغلے وی ، دَ سوچ دپاره ېٔ څو ورځې مهلت ورکړو ۔ هغو دا خیال وکړو چې پهٔ قلار خو مو پرېږدی نه هسې نه چې دَ زور ظلم پهٔ وجه چرته رانه کمزورتیا وشی ۔ ښهٔ به دا وی چې څو ورځې چرته دَ یو غرهٔ پهٔ غار کښې پټ شو ۔ چې دَ بادشاه قهر سوړ شی اؤ حالات لږ ښهٔ شی نو بیا به کلی ته راشو ۔ اؤ دعا ېٔ وغوښته چې اے الله مونږ ډېر کمزوری یو تهٔ پهٔ خپل خاص فضل اؤ رحم زمونږ کار سم کړه اؤ مونږ پهٔ نېغه لار روان کړه ، دَ دې مصیبت نه مو خلاص کړه ۔ دَ کلی نه بهر ته ووتل اؤ دَ غرهٔ پهٔ یو غار کښې پټ شو ۔ خپل یو ملګرے به ېٔ پهٔ بدلو جامو کښې دَ ضرورت دَ سامان اؤ حال احوال راؤړو دپاره ښار ته استؤلو ۔ یوه ورځ ورته هغهٔ خبر راؤړو چې بادشاه زمونږ پهٔ تلاش پسې خلق سر کړی دی اؤ زمونږ خپل خپلوان مجبور دی چې زمونږ دیره ورته وښیٔ ۔ دوی پهٔ خپلو کښې پهٔ دې خبره بحث کؤلو چې الله تعالیٰ ورباندې خوب غلبه کړو ۔ ټول ودهٔ پرېوتل ۔ وائی چې دَ بادشاه خلق چې دَ دوی پهٔ تلاش ستړی شو نو دَ بادشاه پهٔ حکم ېٔ پهٔ یو تختۍ دَ دې ځلمو نومونه اؤ مختصر حالات ولیکل پهٔ خزانه کښې ېٔ محفوظ کښیښوهٔ چې راتلونکی نسلونو ته پته ولګی چې یو ټولے پهٔ عجیبه طریقه داسې غیب شوے دے ، شاید چې وروستو ېٔ پته ولګی۔ دا ځلمی پهٔ کوم مذهب وو؟ پهٔ دې کښې ډېر اختلاف دے ۔ دَ ځنو عالمانو دا خیال دے چې عیسایان وو اؤ پهٔ اصلی مسیحی دین روان وو ۔ خو ابن کثیرؒ تاریخی دیلیلونو باندې دا خبره خوښه کړے ده چې دا واقعه دَ عیسٰیؑ دَ زمانې نه ډېره مخکښې ده ۔ (والله اعلم)
تنبیه: رَقِیْم: دَ غرهٔ سمسې ته وائی اؤ دَ مرقوم پهٔ معنٰی هم راځی یعنی لیکلے شوے څیز۔ پهٔ مسند عبد بن حمید کښې دَ ابن عباسؓ نه دَ دغه معنیٰ روایت شوے دے ۔ یعنی اصحابِ کهف اؤ اصحابِ رقیم دَ یوې ډلې دوه نومونه دی ۔ پهٔ غار کښې دَ پټېدو پهٔ وجه ورته اصحابِ کهف وئیلی شی ۔ اؤ پهٔ تختۍ ېٔ نومونه لیکلی شوی وو ۔ پهٔ دې وجه ورته اصحابِ رقیم هم وئیلی شی ۔ لېکن مترجمؒ دلته دَ رقیم وړومبیٔ معنٰی اخستې ده ۔ بهرحال اصحابِ کهف اؤ اصحابِ رقیم ېٔ یوه ډله ګڼی اؤ دَ ځنو مفسرانو دا خیال دے چې اصحابِ کهف بیل ټولې وهٔ اؤ اصحابِ رقیم بیل وو پهٔ قرآن کریم کښې دَ اصحابِ رقیم قصه نهٔ ده بیان شوے خودَ عجیبه کېدو پهٔ وجه ېٔ دَ اصحابِ کهف سره ذکر کړے ده ۔ اصحابِ رقیم هغه درے کسان وو چې دَ باران نه پهٔ یو غار کښې پټ شوی وو ۔ دَ غرهٔ نه کاڼې را وغورزېدو دَ غار خلهٔ ېٔ بنده کړه ۔ کاڼې دروند وهٔ دوی لرې کؤلے نهٔ شو نو هر چا دَ خپل عمر بهترینه نیکی چې کومه هغهٔ کړے وه بیان کړه اؤ دَ هغې پهٔ وسیله ېٔ دَ الله نه سوال وکړو ۔ الله تعالیٰ ورته لار ازاده کړه اؤ درے واړه دَ غار دَ قید نه خلاص شو ۔ امام بخاریؒ دَ اصحابِ کهفو دَ قصې پهٔ باب کښې دَ حدیث الغار پهٔ مستقل عنوان سره دَ دې درے کسانو دا قصه بیان کړے ده ۔ پهٔ دې کښې دې ته اشاره ده چې دا قصه دَ اصحابِ رقیم ده ۔ طبرانی اؤ بزاز دَ نعمان بن بشیرؒ نه روایت کړے دے چې رسول کریمﷺ دَ اصحابِ رقیم پهٔ ذکر کښې دَ دې درے کسانو قصه بیان کړے ده ۔ والله اعلم ۔
اِذْ اَوَی الْفِتْیَةُ اِلَی الْكَهْفِ فَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اٰتِنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً وَّ هَیِّئْ لَنَا مِنْ اَمْرِنَا رَشَدًا۝۱۰
کله چې پناه واخسته هغه ځوانانو دَ غرهٔ پهٔ ډډ کښې ، بیا ېٔ ووې اے ربه ، راکړه مونږ ته له خپله طرفه بخشش اؤ پوره کړه زمونږ دَ دې کار سمون ۔
فَضَرَبْنَا عَلٰۤی اٰذَانِهِمْ فِی الْكَهْفِ سِنِیْنَ عَدَدًاۙ۝۱۱
نو وټپؤل مونږ دَ دوی غوږونه پهٔ دې غار کښې څو کاله پهٔ شمار ۔ ف۱۰
ف۱۰: مور چې واړهٔ ودهٔ کوی نو غوږ ورته ورو ورو ټپوی ، اؤ خوب ورته ورشی ۔ نو هغو ته الله پاک غوږونه وټپؤل اؤ داسې ېٔ ودهٔ کړل چې ډېر کاله ودهٔ پراتهٔ وو بې خبره ۔
ثُمَّ بَعَثْنٰهُمْ لِنَعْلَمَ اَیُّ الْحِزْبَیْنِ اَحْصٰی لِمَا لَبِثُوْۤا اَمَدًا۠۝۱۲
بیا مو راپورته کړل چې معلوم کړی چې پهٔ دواړو ډلو کښې چا یاده ساتلے چې څومره موده چې دوی تېره کړه۔ ف۱۱
ف۱۱: ډېرو کالونو پس بیا الله پاک دَ خوب نه بیدار کړل چې پته ولګی چې دَ خوب پهٔ موده اختلاف کؤنکیو کښې کومه ډله حقیقت ته رسی ۔ ظاهره ده چې دومره وږد خوب نه پس خپله خوب کؤنکیو ته هم دَ وخت پوره اندازه نهٔ شوه کېدے اؤ نورو خلقو ته ېٔ هم څهٔ پته نهٔ وه ۔ ضرور پکښې اختلاف کېدو بلکې ځنو خلقو خو ورباندې یقین هم نهٔ کؤلو ۔ ناشنا خبره ورته ښکارېده ۔ نو الله پاک دوی دومره موده پس دې دپاره بیدار کړل چې خلق دَ دې نه دَ بعث بعد الموت (دَ مرګ نه پس ژوندی کؤلو) حقیقت باندې یقین وکړی کوم نه چې خلقو انکار کؤلو ۔
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ نَبَاَهُمْ بِالْحَقِّ١ؕ اِنَّهُمْ فِتْیَةٌ اٰمَنُوْا بِرَبِّهِمْ وَ زِدْنٰهُمْ هُدًیۗۖ۝۱۳
مونږ بیانوؤ تا ته دَ دوی حال پهٔ تحقیق سره ۔ دوی وو یو څو ځوانان چې ایمان ېٔ راؤړے وهٔ پهٔ خپل رب اؤ زیات ورکړو مونږ دوی ته هدایت ۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی دَ ایمان نه پورته دَ ولایت مرتبه ېٔ ورکړه ۔
وَّ رَبَطْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اِذْ قَامُوْا فَقَالُوْا رَبُّنَا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ لَنْ نَّدْعُوَاۡ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلٰهًا لَّقَدْ قُلْنَاۤ اِذًا شَطَطًا۝۱۴
اؤ مضبوط مو کړل دَ دوی زړونه ، ف۱۳ کله چې پاڅېدل نو وېٔ وئیل زمونږ رب خو هغه دے چې دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې رب دے ۔ نهٔ به بلو مونږ بغیر دَ هغهٔ نه بل معبود ګنی دَ عقل نه لرې خبره مو وکړه ۔ ف۱۴
ف۱۳: یعنی استقلال مو ورکړو چې ظالم بادشاه ته ېٔ مخامخ حق خبره وکړه ۔
ف۱۴: یعنی هر کله چې رب مو هغه دے چې زمکه ، آسمانونه ېٔ پیدا کړی دی نو بیا دَ هغهٔ نه غیر دَ بل چا عبادت کؤل خو غټه بې وقوفی ده ۔ زمونږ رب اؤ معبود هم هغه دے ۔
هٰۤؤُلَآءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً١ؕ لَوْ لَا یَاْتُوْنَ عَلَیْهِمْ بِسُلْطٰنٍۭ بَیِّنٍ١ؕ فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًاؕ۝۱۵
دا زمونږ قوم دے چې نیولی ېٔ دی دَ الله نه غیر نور معبودان ۔ ولې نهٔ پیش کوی پهٔ دې خبره څهٔ واضح دلیل ۔ بیا څوک زیات ظالم دے دَ هغه کس نه چې تړی پهٔ الله باندې دروغ ۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی څنګه چې مسلمانان دَ توحید پهٔ حق له صفا صفا دلیلونو پیش کوی ۔ کهٔ مشرکان پهٔ خپله دعویٰ کښې رښتونی وی نو دوی ولې دلیلونه نهٔ پیش کوی (دَ هغو سره دلیل دے چرته؟ ) دَ دروغو دپاره دلیل دَ کوم ځائې نه راؤړی؟
وَ اِذِ اعْتَزَلْتُمُوْهُمْ وَ مَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ فَاْوٗۤا اِلَی الْكَهْفِ یَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَ یُهَیِّئْ لَكُمْ مِّنْ اَمْرِكُمْ مِّرْفَقًا۝۱۶
اؤ چې تاسو ډډه وکړه دَ هغوی نه اؤ دَ چا چې هغوی عبادت کؤلو بې دَ الله نه ، نو اوس پناه ونیسیٔ پهٔ دې غار کښې چې راخور کړی پهٔ تاسو ستاسو رب خپل رحمت اؤ جوړ کړی تاسو ته ستاسو پهٔ کار کښې آرام ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی هر کله چې زمونږ دین دَ دې خلقو نه جدا دے نو ژوند هم ترېنه جدا کؤل پکار دی اؤ څنګه چې مونږ دَ دوی دَ باطلو معبودانو نه ډډه کوؤ نو دغه شان دَ دې ښار نه هم وتل پکار دی چې دَ خپل خالق سره مو تعلق مضبوط شی دَ هغهٔ عبادت ته وزګار شو اؤ هغه راته پهٔ خپل فضل و کرم ټول وران کارونه سم کړی ۔ خپلو کښې ېٔ دا صلاح وکړه اؤ دَ ښار نه بهر دَ غرهٔ پهٔ ډډ کښې پټ شو ۔
وَ تَرَی الشَّمْسَ اِذَا طَلَعَتْ تَّزٰوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْیَمِیْنِ وَ اِذَا غَرَبَتْ تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَ هُمْ فِیْ فَجْوَةٍ مِّنْهُ١ؕ ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ١ؕ مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ١ۚ وَ مَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ وَلِیًّا مُّرْشِدًا۠۝۱۷
اؤ تهٔ به وینې چې نمر کله چې راخیژی بچ کیږی دَ هغوی دَ غار نه ښی طرف ته اؤ کله چې پرېوځی بچ کیږی ترېنه ګس طرف ته ۔ اؤ دوی دَ دې غار پهٔ یو ارت ځائې کښې دی ۔ دا دَ الله دَ قدرت پهٔ نخښو کښې یوه نخښه ده، ف۱۷ چا ته چې الله لار ورکړی ، نو هم هغه پهٔ لار دے ۔ اؤ څوک چې ګمراه کړی نو بیا نهٔ مومې تهٔ دَ هغهٔ دپاره څوک ملګرے پهٔ لاره راړؤنکے ۔ ف۱۸
ف۱۷: یعنی الله تعالیٰ پهٔ خپل کامل قدرت هغوی داسې دېرې ته بوتلل چې دَ هرې خطرې نه پهٔ امن اؤ محفوظ شو ۔ دا غار ښهٔ ارت پروت وهٔ اؤ مخ پهٔ قطب وهٔ ۔ دَ نمر رڼا ورتله خو ګرمی نهٔ ورننوته ۔
ف۱۸: یعنی ظاهری اؤ باطنی ټوله رهنمائی دَ الله تعالیٰ پهٔ قبضه کښې ده ۔ اؤ ګوریٔ کوم وخت چې ټوله دنیا پهٔ ګمراهیٔ کښې ډوبه وه اصحابِ کهف ېٔ څنګه پهٔ هدایت ثابت قدم کړل اؤ پهٔ څنګه عجیبه طریقه ېٔ دَ ظالمانو دَ لاسه محفوظ کړل ۔
وَ تَحْسَبُهُمْ اَیْقَاظًا وَّ هُمْ رُقُوْدٌ١ۖۗ وَّ نُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْیَمِیْنِ وَ ذَاتَ الشِّمَالِ١ۖۗ وَ كَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَیْهِ بِالْوَصِیْدِ١ؕ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَیْهِمْ لَوَلَّیْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَّ لَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا۝۱۸
اؤ ستا به دا خیال وی چې دوی ویښ دی خو هغوی وودهٔ دی ۔ اؤ پهٔ اړخ ېٔ اړوؤ مونږ ښی طرف ته اؤ ګس طرف ته ۔ اؤ دَ هغوی سپی خپلې بنجې غزؤلی دی دَ غار پهٔ درشل ۔ کهٔ تهٔ ورته لږ سر ښکاره کړې نو پهٔ شا به وتښتې اؤ هیبت به درباندې راخور شی ۔ ف۱۹
ف۱۹: وائی چې پهٔ خوب کښې هم دَ هغوی سترګې غړېدې چې چا به ورته کتل نو داسې ښکارېدل لکه چې ویښ وی اؤ دومره وږد خوب ېٔ پهٔ بدن هېڅ خراب اثر نهٔ وهٔ کړے ۔ الله تعالیٰ پهٔ هغه خلقو کښې داسې رعب اؤ شان اؤ پهٔ هغه ځائې کښې داسې هیبت یٔښې وهٔ چې څوک ورنژدے کېدے نهٔ شو ۔ دې دپاره چې خلق ترې تماشه جوړه نهٔ کړی اؤ دَ هغوی آرام خراب نهٔ شی ۔ دَ هغوی سره یو سپے هم غار ته ننوتے وهٔ۔ دَ هغوی دَ ملګرتیا پهٔ برکت هغه سپې هم دومره عمر ژوندې پاتې وهٔ ۔ سپې ساتل ښهٔ کار نهٔ دے لېکن پهٔ لکونو خرابو کښې یو ښهٔ هم پیدا کیږی ۔ سعدیؒ څهٔ ښهٔ وئیلی دی :
پسر نوح بابداں بنشست
خاندان بنو تش گم شد
سگ اصحاب کهف روزے چند
پئے نیکان گرفت مردم شد
(دَ نوحؑ ځوئے دَ بدانو سره کښېناستو دَ نبوت دَ خاندان برکت ترې لاړو ، دَ اصحابِ کهف سپې څو ورځې نیکانو سره وګرځېدو دَ سړی پهٔ مثال شو)
وَ كَذٰلِكَ بَعَثْنٰهُمْ لِیَتَسَآءَلُوْا بَیْنَهُمْ١ؕ قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ١ؕ قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ١ؕ قَالُوْا رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ١ؕ فَابْعَثُوْۤا اَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هٰذِهٖۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ فَلْیَنْظُرْ اَیُّهَاۤ اَزْكٰی طَعَامًا فَلْیَاْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَ لْیَتَؔلَطَّفْ وَ لَا یُشْعِرَنَّ بِكُمْ اَحَدًا۝۱۹
اؤ دغه شان مونږ هغوی راویښ کړل چې خپلو کښې یو بل نه تپوس وکړی ۔ اؤ ووې پهٔ دوی کښې یو کس ، څومره وخت تېر کړو تاسو ، هغوی ووې مونږ به وخت تېر کړے وی یوه ورځ یا دَ ورځې نه څهٔ کم ۔ وېٔ وئیل ستاسو رب ته ښهٔ معلومه ده چې څومره وخت مو تېر کړے ، نو اوس یو کس ته دا روپۍ ورکړیٔ ښار ته ېٔ واستویٔ چې وګوری څهٔ خوراک پاک ستره دے ، نو دَ هغې نه دې څهٔ خوراک تاسو ته راؤړی ، اؤ غلې غوندې دې لاړ شی اؤ ستاسو پهٔ حال دې څوک نهٔ خبروی ۔
اِنَّهُمْ اِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ یَرْجُمُوْكُمْ اَوْ یُعِیْدُوْكُمْ فِیْ مِلَّتِهِمْ وَ لَنْ تُفْلِحُوْۤا اِذًا اَبَدًا۝۲۰
کهٔ دا خلق پهٔ تاسو خبر شول نو پهٔ کاڼیو به مو وولی ۔ یا به مو خپل مذهب ته واړوی اؤ بیا به هېچرې هم کامیاب نهٔ شیٔ ۔ ف۲۰
ف۲۰: څنګه چې ېٔ پهٔ خپل کامل قدرت پهٔ دومره وږد خوب وودهٔ کړی وو ۔ دغه شان ېٔ پهٔ خپل مقرر وخت رابېدار کړل نو پهٔ خپلو کښې پهٔ خبرو شول چې مونږ به څومره خوب کړے وی؟ چا پکښې ووې یوه ورځ یا څهٔ کم ۔ بل ووې هسې بې فائدې بحث څهٔ ته کویٔ ، دې نه به الله خبر وی چې څومره موده وودهٔ وو ۔ مونږ خو وودهٔ وو مونږ ته څهٔ پته لګېدے شی ۔ اوس دا خبرې پرېږدیٔ اؤ یو کس ښار ته واستویٔ چې دَ خوراک څهٔ فکر وکړی خو دا ضروری ده چې سړے ډېر پهٔ هوښیارتیا غلے غلے لاړ شی اؤ ډېره پهٔ نرمیٔ اؤ پسته خلهٔ کار وکړی چې دَ ښار خلقو ته زمونږ پته ونهٔ لګی ګنی معامله به خرابه شی ۔ دَ ظالم بادشاه سړی به مو پهٔ کاڼیو وولی یا پهٔ زور به مو خپل دین ته را واړوی ۔ کهٔ داسې وشوه نو کومه دَ آخرت کامیابی اؤ دائمی نجات چې لټوؤ هغې کښې به هېچرې کامیاب نهٔ شو ۔ دَ حق دین نه پهٔ مجبوریٔ اوړېدل هم دَ کامل مؤمن شان نهٔ دے ۔ (علامه عثمانی وائی) زما پهٔ خیال دَ ”یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ“ نه خاص وخت مراد نهٔ دے ۔ مطلب دا دے چې لږ ساعت وودهٔ شوی یو ۔ دا دومره ډېره موده هم هغوی محسوس کړے نهٔ وه ۔ رښتیا ده مړ اؤ وودهٔ یو دے ۔ دَ دې مثال داسې دے لکه پهٔ سورتِ مؤمنون کښې چې دے ۔ ”قَالَ کَمْ لَبِثْتُمْ فِی الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِیْنَ قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ فَسْئَلِ الْعَآدِّیْنَ“ (سوره مؤمنون ، رکوع ۶) (الله پاک ترېنه تپوس وکړو تاسو څومره کاله پهٔ زمکه تېر کړی دی؟ هغوی ووې کالونه خو نهٔ وو خو یوه ورځ یا څهٔ کم به وهٔ ، دَ شمار کؤنکیو یعنی فرښتو نه تپوس وکړه هغو هر څهٔ لیکلی دی دا به هم ورته معلوم وی) نو څنګه چې هغوی ته دَ دنیا عمر لږ ښکارېدو دغسې دا هم دے ۔
وَ كَذٰلِكَ اَعْثَرْنَا عَلَیْهِمْ لِیَعْلَمُوْۤا اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّ اَنَّ السَّاعَةَ لَا رَیْبَ فِیْهَا١ۗۚ اِذْ یَتَنَازَعُوْنَ بَیْنَهُمْ اَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوْا عَلَیْهِمْ بُنْیَانًا١ؕ رَبُّهُمْ اَعْلَمُ بِهِمْ١ؕ قَالَ الَّذِیْنَ غَلَبُوْا عَلٰۤی اَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَیْهِمْ مَّسْجِدًا۝۲۱
اؤ دغه شان مونږ دَ هغوی خبره څرګنده کړه چې خلق پوهه شی ۔ چې دَ الله وعده حقه ده اؤ دا چې دَ قیامت پهٔ راتلو کښې هېڅ شک نشته ۔ کله چې خلقو خپلو کښې جګړه کؤله پهٔ خپله معامله کښې ۔ ف۲۱ نو خلقو ووې چې پهٔ دوی جوړه کړیٔ یوه آبادی ۔ دَ دوی رب ښهٔ خبر دے دَ دوی پهٔ حال ۔ نو ووې هغه چا دَ چې دَ چا چې طاقت زیات وهٔ ، مونږ خو جوړوؤ پهٔ دې ځائې یوه عبادت خانه ، ف۲۲
ف۲۱: دَ هغو نه یو کس ښار ته لاړو هر شے ورته ناشنا ښکارېدو ځکه چې صدۍ تېرې شوے وې ، دَ ښار نقشه بدله شوے وه ۔ دَ هغو پېژندونکی خلق ختم شوی وو ۔ دَ ښار خلقو چې دا روپۍ ولیده نو حیران پاتې شو چې دا دَ کوم بادشاه دَ وختو روپۍ ده ۔ دَ هغو خیال شو چې دې سړی چرته پخوانیٔ خزانه موندې ده ۔ خبره تر بادشاه ورسېده ۔ هغهٔ چې پهٔ روپۍ دَ بادشاه نوم ولیدو دَ هغې زمانې دَ خزانې نه ېٔ هغه لیکلے تختۍ راوغوښتې۔ تحقیقاتو نه پته ولګېده چې دا هم هغه ډله ده دَ چا نومونه اؤ پتې چې پهٔ دې تختۍ لیکلی دی ۔ پهٔ دغه زمانه کښې دَ مرګ نه پس دَ دوباره ژوند متعلق پهٔ دې ښار ډېر بحثونه وو ۔ چا به وې دوباره ژوند هډو شته نه ۔ چا به وې چې تش روحانی ژوند به وی ۔ بدن به نهٔ ژوندې کیږی ۔ بادشاه منصف مزاج وهٔ اؤ دا ېٔ غوښته چې څهٔ مضبوط دلیل پهٔ لاس ورشی اؤ خبره یو طرف ته فیصله شی ، بحثونه اؤ جګړې ختمې شی ۔ الله پاک ورته دا نظیر وښیٔلو ۔ آخر دوباره ژوند نه منکر هم دَ آخرت پهٔ منلو مجبور شو ۔ دې واقعې پهٔ هغوی ډېر اثر وکړو ۔ دا درے سوه کاله ژوندی پاتې کېدل بې خوراک څښاک هم دَ دوباره ژوند نه کهٔ زیات نهٔ وو نو کم ناشنا کار نهٔ وهٔ ۔
ځنو مفسرانو دَ ”یَتَنَازَعُوْنَ بَیْنَهُمْ اَمْرَهُمْ“ مطلب دا بیان کړے دے چې پهٔ دې وخت خلقو دَ اصحابِ کهفو متعلق بحثونه اؤ جګړې کؤلے ۔ چا به وې چرته مړهٔ دی اؤ چا به وې بل وطن کښې آباد شوی دی اؤ خاندان ېٔ خور شوے دے ۔ چا به څهٔ وې اؤ چا څهٔ ۔ پهٔ داسې وخت کښې الله پاک حقیقتِ حال څرګند کړو اؤ ټول اختلاف ختم شو ۔
ف۲۲: دا معلومه نهٔ ده چې دَ دې نه پس بیا اصحابِ کهف ژوندی وو کهٔ مړهٔ شول؟ کهٔ ژوندی وو نو څومره؟ اؤ کهٔ مړهٔ وو نو کله ؟ بهرحال خلقو ته چې دَ هغو دا عجیبه واقعه معلومه شوه نو دا صلاح ېٔ وکړه چې دَ دې غار سره نژدے دَ دې واقعې څهٔ یادګار جوړؤل غواړی ۔ پهٔ دې به بحث شوے وی چې څهٔ شے جوړؤل ښهٔ دی ۔ پوره تفصیل خو به ېٔ الله ته معلوم وی چې څهٔ څهٔ تجویزونه به پیش شوی وی دا به هم الله ته معلومه وی چې دا تجویزونه دَ هغوی دَ مرګ نه پس شوی وو اؤ کهٔ دوباره ودهٔ کېدو نه پس اؤ خلقو پهٔ غار کښې دَ هغوی زیارت هم کړے وهٔ کهٔ نه؟ بهرحال دومره معلومه شوه چې پهٔ هغه خلقو کښې چې څوک دَ طاقت اؤ اقتدار خاوندان وو ۔ دَ هغو خیال دا وهٔ چې دَ غار سره خوا کښې یو عبادت ګاه جوړؤل پکار دی ۔ دَ اصحابِ کهفو متعلق دَ دې نه سوا چې پاخهٔ مؤحد اؤ پرهېزګار وو نور پهٔ یقین سره دا نهٔ ده معلومه چې پهٔ کوم دین اؤ کوم شریعت وو ۔ البته چا چې هلته عبادت ګاه جوړه کړے وه هغه عیسایان وو ۔ ابوحیانؒ پهٔ بحر محیط کښې دَ اصحابِ کهفو دَ غار دَ مقام متعین کؤلو پهٔ باره کښې ډېرې خبرې نقل کړی دی ۔
سَیَقُوْلُوْنَ ثَلٰثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ١ۚ وَ یَقُوْلُوْنَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًۢا بِالْغَیْبِ١ۚ وَ یَقُوْلُوْنَ سَبْعَةٌ وَّ ثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ١ؕ قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَّا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا قَلِیْلٌ١۫۬ فَلَا تُمَارِ فِیْهِمْ اِلَّا مِرَآءً ظَاهِرًا١۪ وَّ لَا تَسْتَفْتِ فِیْهِمْ مِّنْهُمْ اَحَدًا۠۝۲۲
اوس به دا وائی هغوی درے دی څلورم ېٔ سپے دے ۔ اؤ دا به هم وائی چې پنځهٔ دی شپږم ېٔ سپے دے ، بې لیدو کاڼی ویشتل ، ف۲۳ اؤ دا به هم وائی چې ووهٔ دی اؤ اتم ېٔ سپے دے ۔ ورته ووایه زما رب ښهٔ خبر دے دَ هغوی پهٔ شمار ، دَ هغوی پهٔ حال خو ډېر لږ خلق خبر دے ۔ نو تهٔ بحث مهٔ کوه دَ هغوی پهٔ حق کښې مګر سرسری غوندې اؤ پوښتنه مهٔ کوه دَ هغوی پهٔ حق کښې پهٔ دوی کښې دَ هېچا نه ۔ ف۲۴
ف۲۳: یعنی خلق چې دَ اصحابِ کهفو قصه واؤری نو څنګه چې عام عادت دے ، اټکلی خبرې به شروع کړی چې دوی څو کسان وو ۔ څوک به وائی چې درے وو څلورم ېٔ سپے وهٔ ۔ څوک به وائی چې پنځهٔ وو لېکن دا ټولې خبرې داسې دی لکه دَ ړاندهٔ دَ لاس غرګے ۔ ممکنه وه چې دَ دې ګډو وډو خبرو مطلب هم پهٔ نبی کریمﷺ ازمېښت وهٔ چې دې پکښې څهٔ وائی ۔ کېدے شی چې یهودو مشرکانو ته دَ هغو صحیح شمېر ښیٔلی وی چې ووهٔ (۷) دی کوم ته چې قرآن کریم اشاره کړے ده ۔
ف۲۴: یعنی پهٔ داسې غیر ضروری خبرو کښې بحثونه کؤل بې فائدې دی ۔ پهٔ شمیر معلومؤلو کښې ېٔ څهٔ خاصه فائده نشته ۔ څومره خبره چې الله پاک بیان کړه دَ عبرت دپاره دغه کافی ده ۔ دَ دې نه علاوه زیاتی تحقیقات کؤلو کښې څهٔ خیر نشته ۔ ابن عباسؓ فرمائی زهٔ هم پهٔ هغه لږو کسانو کښې یم چا ته چې دَ اصحابِ کهفو شمېر معلوم دے چې ووهٔ (۷) وو ۔ دَ قرآن دَ سیاق نه هم دغه معلومیږی ځکه چې الله پاک دَ وړومبنو ووهٔ (۷) خبرو سره ”رَجْمًا ۢ بِالْغَیْبِ“ ووې ۔ دَ دریٔمې سره ېٔ ونهٔ وې ۔ دَ دې نه علاوه دَ جملې پهٔ الفاظو کښې هم فرق دے ۔ وړومبنیو دوؤ جملو کښې واؤ عاطفه نشته اؤ دریٔمه کښې شته ۔ یعنی دا ویونکے خبره ښهٔ پهٔ یقین سره کوی ۔ اؤ دَ واقعې پوره حالت ورته معلوم دے ۔ ځنو عالمانو دَ دې پهٔ تائید کښې دا هم وئیلی دی ۔ چې مخکښې آیتونو کښې وئیلی شوی دی ۔ ”قَالَ قَآئِلٌ مِّنْهُمْ کَمْ لَبِثْتُمْ“ یو کس دا خبره وکړه نو وې وئیل ۔ ”قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ“ جمع کم از کم درے کسان غواړی دَ دې نه پس بیا وائی ”قَالُوْا رَبُّکُمْ اَعْلَمُ“ نو دا درے کسان نور شو ۔ دغسې ټول ووهٔ (۷) شو سپے ېٔ اتم شو ۔
وَ لَا تَقُوْلَنَّ لِشَایْءٍ اِنِّیْ فَاعِلٌ ذٰلِكَ غَدًاۙ۝۲۳
اؤ مهٔ وایه دَ هېڅ کار چې سبا ته به ېٔ کؤم ۔
اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ١٘ وَ اذْكُرْ رَّبَّكَ اِذَا نَسِیْتَ وَ قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّهْدِیَنِ رَبِّیْ لِاَقْرَبَ مِنْ هٰذَا رَشَدًا۝۲۴
سوا دَ دې نه چې الله ېٔ وغواړی ۔ اؤ یادوه خپل رب کله چې درنه هیر شی اؤ ووایه امید دے چې زما رب به وښیٔ ما ته دَ دې نه زیاته دَ نیکیٔ لار ۔ ف۲۵
ف۲۵: دَ اصحابِ کهفو قصه پهٔ ډېرو نادرو تاریخی کتابونو کښې لیکلے ده ۔ هر څوک پرې کله خبر وو؟ مشرکانو خو دَ یهودو پهٔ وینا دَ نبی کریمﷺ نه ازمېښت دپاره دا تیوس کړے وهٔ ۔ نبی کریمﷺ ورته ووې سبا به ځواب درکړم ۔ پهٔ دې خیال چې جبرئیل امینؑ وحې راؤړی نو تپوس به ترې وکړم ۔ جبرئیل امینؑ پنځلس ورځې رانهٔ غلو نو حضور اکرمﷺ ډېر خفه وهٔ ۔ مشرکانو به خنداګانې کؤلے ۔ آخر ډېرې ورځې پس جبرئیل امینؑ چې راغلو دا قصه ېٔ راؤړه ۔ اؤ ورسره دا نصیحت هم چې بیا دپاره بغیر دَ انشاء الله وئیلو څهٔ وعده مهٔ کوه اؤ کهٔ هیر شو درنه نو کله چې درته یاد شی هغه وخت ېٔ وایه اؤ دا طمع لره چې الله پاک به ستا درجې نورې هم سوا کړی ۔ (۱) یعنی هېچرې به درنه نهٔ هیریږی ۔ (موضع القرآن) (۲) یا دا چې دَ اصحابِ کهفو نه زیاته عجیبه طریقه باندې به ستا حفاظت وکړی ۔ لکه چې دَ غارِ ثور پهٔ واقعه کښې وشوه ۔ (۳) یا دا چې دَ اصحابِ کهفو دَ واقعې نه زیات عجیبه واقعې اؤ علوم به ستا پهٔ خلهٔ بیان کړی ۔
وَ لَبِثُوْا فِیْ كَهْفِهِمْ ثَلٰثَ مِائَةٍ سِنِیْنَ وَ ازْدَادُوْا تِسْعًا۝۲۵
اؤ وخت تېر کړو هغوی پهٔ غار کښې درے سوه کاله اؤ ورپاسه نهه ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی پهٔ شمسی حساب پوره درے سوه کاله پهٔ غار کښې وودهٔ وو اؤ پهٔ قمری حساب ورباندې نهه (۹) کاله زیات کیږی ۔ (نیمګړې میاشتې اؤ ورځې نهٔ دی حساب شوی) اؤ کېدے شی چې درے سوه کاله پس لږ رابیدار شوی وی بیا نهه کاله نور وودهٔ شوی وی بیا دَ واقعې دَ څرګندؤلو دپاره الله پاک راپاڅؤلی وی ۔ اؤ دَ ځنو عالمانو دا خیال دے چې دا نهه (۹) دپاسه درے سوه کاله به دَ هغوی دَ بیدارېدو نه پس دَ حضور اکرمﷺ تر زمانې بیان شوی وی یعنی دَ هغوی دَ بیدارېدو نه پس دَ حضور اکرمﷺ تر زمانې دومره موده وشوه ۔ والله اعلم ۔
قُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوْا١ۚ لَهٗ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اَبْصِرْ بِهٖ وَ اَسْمِعْ١ؕ مَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ١٘ وَّ لَا یُشْرِكُ فِیْ حُكْمِهٖۤ اَحَدًا۝۲۶
ورته ووایه الله ښهٔ خبر دے څومره موده چې هغوی تېره کړه ، اؤ الله سره دی پټ رازونه دَ آسمانونو اؤ زمکې څهٔ عجیبه لیدونکے اؤ اورېدونکے دے ۔ ف۲۷ نشته دَ بندیانو دپاره بې دَ الله نه څوک مددګار اؤ نهٔ هغه څوک پهٔ خپل حکم کښې شریکوی ۔ ف۲۸
ف۲۷: هغوی څومره موده پس راویښ شوی وو؟ دې کښې دَ تاریخدانو اختلاف دے ۔ خؤ صحیح خبره دغه ده کومه چې الله پاک بیانوی (یعنی نهه دپاسه درے سوه کاله) ځکه چې دَ آسمانونو اؤ زمکې ټول پټ رازونه هغهٔ ته معلوم دی ۔ هېڅ یوه خبره ترې پټه نهٔ ده ۔
ف۲۸: یعنی څنګه چې دَ الله تعالیٰ علم محیط دے ۔ دغه شان دَ هغهٔ قدرت اؤ اختیار هم پهٔ ټولو حاوی دے اؤ څنګه چې دَ آسمانونو اؤ زمکې پهٔ رازونو کښې ورسره څوک شریک نشته ۔ دغه شان ورسره پهٔ قدرتِ اختیار اؤ حکومت کښې هم څوک شریک نشته ۔ مختارِ کل اؤ حاکمِ مطلق دے ۔
وَ اتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ١ؕۚ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ١۫ۚ وَ لَنْ تَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًا۝۲۷
لوله څهٔ چې وحې کیږی تا ته دَ خپل رب دَ کتاب نه ۔ نشته هېڅوک بدلؤنکے دَ دې خبرو ۔ اؤ تهٔ به ونهٔ مومې بې دَ هغهٔ نه دَ پناه ځائې ۔ ف۲۹
ف۲۹: مخکښې دَ اصحابِ کهفو پهٔ قصه کښې وئیلی شوی وو ”فَلَا تُمَارِ فِیْھِمْ اِلَّا مِرَآءً ظَاهِرًا وَّلَا تَسْتَفْتِ فِیْهِمْ مِّنْهُمْ اَحَدًا ؕ “ مطلب دا چې پهٔ بې کاره خبرو کښې دَ کوشش حاجت نشته ۔ تهٔ خپل دَ تبلیغ کار کښې لګیا وسه اؤ کوم کامل اؤ کافی شافی کتاب چې الله درکړے دے دا خلقو ته اورؤه پهٔ دې کښې چې کومې خبرې دی اؤ کومې وعدې الله پاک کړی دی هېڅ طاقت داسې نشته چې دا خبرې بدلے کړی یا ېٔ غلطې ثابتې کړی یا دَ دغه وعدو نېټه ورستیٔ کړې شی ۔ کهٔ څوک پهٔ دې یقین نهٔ کوی اؤ دَ بدلؤلو کوشش ېٔ کوی نو پوهه دې شی چې مجرمانو دپاره هېچرته دَ پټېدو ځائې نشته چې دَ الله دَ ګرفت نه به خلاص شی ۔ البته وفادارو ته دَ پناه ورکؤلو دپاره دَ الله رحمت فراخه دے ۔ ګوریٔ نه اصحابِ کهف چې پاخهٔ وفادار وو الله پاک ورته څنګه دپناه ورکړه ۔
وَ اصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ وَ لَا تَعْدُ عَیْنٰكَ عَنْهُمْ١ۚ تُرِیْدُ زِیْنَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۚ وَ لَا تُطِعْ مَنْ اَغْفَلْنَا قَلْبَهٗ عَنْ ذِكْرِنَا وَ اتَّبَعَ هَوٰىهُ وَ كَانَ اَمْرُهٗ فُرُطًا۝۲۸
اؤ خپل ځان تړلے وساته هغه چا سره چې بلی خپل رب سحر اؤ ماښام طلبګار دی خالص دَ هغهٔ دَ رضا ۔ ف۳۰ اؤ خپلې سترګې دَ هغوی نه مهٔ اړوه چې تلاش کړی دَ دنیا دَ ژوند ښائست ۔ ف۳۱ اؤ مهٔ منه خبره دَ هغه چا چې غافل کړے مونږ دَ هغهٔ زړهٔ دَ خپل یاد نه اؤ هغه تابعداری کوی دَ خپل خواهش اؤ دَ هغهٔ کار دے دَ حد نه وتل ، ف۳۲
ف۳۰: یعنی دَ الله دَ رضا حاصلؤلو دپاره ډېر پهٔ اخلاص عبادت کوی ۔ ذکر کوی ۔ تلاوت کوی ۔ پابندیٔ سره نمونځ کوی ۔ دَ حلالو اؤ حرامو خیال ساتی ۔ دَ خالق اؤ مخلوق حقونه پېژنی ۔ اګرکهٔ پهٔ دنیاوی حیثیت مالدار اؤ عزتمند نهٔ وی ۔ لکه پهٔ دغه وخت اصحابو کښې حضرت عمّارؓ ، حضرت بلالؓ ، حضرت صهیبؓ ، ابن مسعودؓ وغېره هم ۔ نو داسې مسلمانانو ته دَ خپل مجلس نه فائده رسوه اؤ دَ چا پهٔ وینا دوی دَ خپل مجلس نه مهٔ جدا کوه ۔
ف۳۱: یعنی داسې مهٔ کوه چې دا غریبانان مخلصان پرېږدې اؤ دَ مشرکانو متکبّرو سردارانو ته توجه ورکړې (پهٔ دې خیال ، کهٔ دوی ایمان راؤړی نو اسلام به مضبوط شی اؤ دَ مسلمانانو طاقت به زیات شی) دَ اسلام اصل طاقت اؤ مضبوطیا پهٔ دنیاوی خوښیٔ کښې نهٔ ده ۔ دَ ایمان مضبوطیا اؤ بهترین اخلاق غواړی ۔ دَ دنیا رونق فانی دے اؤ دَ دیوال دَ سیوری پهٔ شان اوړی را اوړی ۔ اصلی دولت پرهېزګاری اؤ دَ الله سره تعلق دے چې پهٔ دې هېچرې زوال نهٔ راځی ۔ دَ اصحابِ کهفو دَ واقعې نه دَ الله یادونکیو اؤ دَ دنیادارو حال ښهٔ معلوم شو ۔
ف۳۲: یعنی دَ چا زړونه چې دَ دنیا پهٔ نشه مست اؤ دَ الله دَ یادو نه غافل وی هر وخت دَ نفس پهٔ خوشیٔ اؤ خواهش پسې ګرځی ، دَ الله پهٔ فرمانبرداریٔ کښې سست اؤ دَ نفس پهٔ خواهش کښې چست وی ۔ دَ داسې متکبّرو خبرو ته غوږ مهٔ نیسه کهٔ ظاهری حالت ېٔ هر څومره چې ښهٔ وی ۔ پهٔ روایاتو کښې راځی چې دَ قریشو ځنو سردارانو نبی کریمﷺ ته وئیلی وو چې دا غریبانان خلق دَ خپل مجلس نه لرې کړه چې سرداران اؤ مشران دې مجلس کښې کښېناستې شی (اؤ ستا خبرې واؤری نو اثر به پرې وکړی اؤ ایمان به راؤړی ۔ دَ دې غریبانو سره یو ځائې مجلس کښې ناستی باندې خو سردارانو ته شرم ورځی ځکه ستا مجلس ته نهٔ نژدے کیږی) کېدے شی چې دَ نبی کریمﷺ پهٔ زړهٔ کښې راغلی وی چې دې غریبانانو خو هسې هم اسلام قبول کړے دے ۔ دَ اسلام دَ فائدې پهٔ خاطر کهٔ څهٔ وخت دپاره دوی دَ مجلس نه پاڅی نو خفه کیږی به نه اؤ ممکنه ده چې پهٔ سردارانو کښې څوک ایمان راوړی نو دَ مسلمانانو حالت به پرې ښهٔ شی) پهٔ دې باندې دا آیت نازل شو چې دَ دې متکبّرو خبره هرګز مهٔ منه اؤ دا غریبان دَ مجلس نه مهٔ پاڅوه ۔ پهٔ دې کبرژنو کښې دَ رښتونی ایمان راؤړو لیاقت نشته نو هسې دَ یو کمزورے طمعې دپاره دَ دې مخلصانو غریبانو عزت ولې کموے ۔ اؤ ممکنه ده چې دَ مالدارو دَ عزت کؤلو پهٔ وجه چرته دَ چا پهٔ زړهٔ کښې دَ حضور اکرمﷺ متعلق څهٔ خیرے پیدا شی ۔ نو دا نقصان دَ هغه یو څو کبرژنو دَ ایمان راؤړو نه زیات دے ۔ بیا ولې دَ لږې فائدې دپاره څوک زیات نقصان قبول کړی؟
وَ قُلِ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ١۫ فَمَنْ شَآءَ فَلْیُؤْمِنْ وَّ مَنْ شَآءَ فَلْیَكْفُرْ١ۙ اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ نَارًا١ۙ اَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا١ؕ وَ اِنْ یَّسْتَغِیْثُوْا یُغَاثُوْا بِمَآءٍ كَالْمُهْلِ یَشْوِی الْوُجُوْهَ١ؕ بِئْسَ الشَّرَابُ١ؕ وَ سَآءَتْ مُرْتَفَقًا۝۲۹
اؤ ووایه دا حق خبره ده ستاسو دَ رب نو کهٔ دَ چا خوښه وی وېٔ منیٔ اؤ کهٔ دَ چا خوښه وی نهٔ دې منی ، ف۳۳ مونږ تیار ساتلے دے ګنهګارو دپاره داسې اور چې پړدې ترېنه چاپېره دی ۔ ف۳۴ اؤ کهٔ هغوی فریاد کوی نو ورکؤلے به شی اوبهٔ دَ ځوؤ پهٔ شان چې وراتهٔ به کړی ورته مخونه ۔ څومره خرابې اوبهٔ دی ، اؤ څومره خراب ځائې دے ۔ ف۳۵
ف۳۳: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه تا ته حقې اؤ رښتیا خبرې واؤرؤلے شوې ۔ دَ چا دَ منلو اؤ نهٔ منلو څهٔ پروا مهٔ کوه ۔
هر څوک دې پهٔ خپل نفع نقصان سوچ وکړی (کهٔ خوښه ېٔ وه ودې منی کهٔ نهٔ ېٔ وه نهٔ دې منی ۔ تا ته پکښې څهٔ نقصان نشته ۔ ستا پهٔ ذمه خو احکام رسؤل وو ، خپل کار دې پوره کړو) خلق دې ښهٔ خبر شی چې دَ دنیا رونق اؤ خوشحالیٔ فانی اؤ دَ څو ورځو دی ۔ دَ دې مزه خو هله ده چې دَ آخرت دَ کامیابیٔ ذریعه شی ۔ پهٔ آخرت کښې صرف دَ دنیا مال دولت هېڅ پکار نهٔ راځی ۔ هلته به ډېر غریبان اؤ کمزوری دَ مالدارو نه پهٔ ښهٔ حال اؤ آرام کښې وی ۔ (البته کوم مالدار چې خپل مال دنیا کښې دَ الله دَ رضا دپاره ولګؤلو هغه به پهٔ آخرت کښې هم فائده مند شی)
ف۳۴: هغه پړدې به هم دَ اور وی ۔
ف۳۵: چې دَ سختې ګرمیٔ پهٔ وجه دَ تندې نه فریاد کوی نو دَ تیلو دَ ویښ پهٔ شان بدبویه خیرے اوبهٔ یا دَ ځوؤ پهٔ شان اوبهٔ ورکؤلے شی ، اؤ هغه به هم داسې سختې ګرمې یشېدلے وی چې خلهٔ به ورته پولۍ کړی اؤ مخونه به ېٔ وراتهٔ شی ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ مَنْ اَحْسَنَ عَمَلًاۚ۝۳۰
بېشکه چا چې یقین وکړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ۔ مونږ نهٔ بربادوؤ بدله دَ هغه چا چې نیک کارونه ېٔ کړی ۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی یوه وړه غوندې نیکی به هم بې اجره نهٔ پاتې کیږی ۔ دَ هرې خبرې به پوره پوره جزا ورکؤلے شی ۔
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّ یَلْبَسُوْنَ ثِیَابًا خُضْرًا مِّنْ سُنْدُسٍ وَّ اِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ١ؕ نِعْمَ الثَّوَابُ١ؕ وَ حَسُنَتْ مُرْتَفَقًا۠۝۳۱
داسې خلقو دپاره دَ وسېدو باغونه دی بهیږی ترې لاندې نهرونه ، کالی به ورته اچؤلے شی پهٔ دې کښې بنګړی دَ سرو زرو ، ف۳۷ اؤ اغوندی به جامې شنې دَ نرو اؤ غټو رېښمو ، ف۳۸ ډډه به ېٔ وهلے وی پهٔ دې کښې پهٔ تختونو ۔ څنګه ښهٔ بدله ده ، اؤ څنګه ښهٔ ځائې دے ۔ ف۳۹
ف۳۷: چې مالدارو ته وښیٔلی شی چې اصل کښې مالدار څوک وو ۔ دَ سرو زرو دَ بنګړو یا ریښمینو جامو اؤ دَ جنّت دَ نورو نعمتونو اصل حقیقت اؤ خاص کیفیت باندې مونږ پهٔ دې دنیا کښې نهٔ شو پوهېدے ۔ ځکه چې زمونږ پهٔ لیدلو کتلو څیزونو کښې دَ هغه ځائې دَ څیزونو پهٔ شان هېڅ شے نشته ۔
ف۳۸: شاید چې یو مخ ېٔ دَ نری ریښمو وی اؤ بل مخ دَ غټو ریښمو لکه سورتِ رحمٰن کښې چې دی ۔ ”بَطَآئِنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ“ (استرونه به ېٔ دَ غټو ریښمو دَ رخت وی) اؤ کېدے شی چې دواړه قسمه جامې بیلې بیلې استعمالیږی ۔ (موضع القرآن) ۔ حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی ۔ ”سرهٔ زر اؤ ریښمینې جامې دَ سړیو دپاره پهٔ جنّت کښې دی ۔ چا چې دلته دا څیزونه استعمال کړل جنّت کښې به ورته نهٔ شی ورکؤلے ۔“
ف۳۹: یعنی پهٔ پالنګونو کښې به ېٔ پهٔ غټو غټو تکیه ګانو ډډې وهلې وی۔ ډېر په عزت اؤ پهٔ آرام به ناست وی ۔
وَ اضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا رَّجُلَیْنِ جَعَلْنَا لِاَحَدِهِمَا جَنَّتَیْنِ مِنْ اَعْنَابٍ وَّ حَفَفْنٰهُمَا بِنَخْلٍ وَّ جَعَلْنَا بَیْنَهُمَا زَرْعًاؕ۝۳۲
اؤ بیان کړه دوی ته مثال دَ دوؤ سړیو ف۴۰ چې ورکړی وو مونږ پهٔ هغوی کښې یو کس ته دوه باغونه دَ انګورو اؤ ترېنه مو چاپېره کړی کجورې اؤ دَ هغې دواړو ترمینځه مو زرغون کړی وو فصلونه ۔ ف۴۱
ف۴۰: دا دَ کافرو مالدار اؤ دَ غریب مسلمان مثال دے چې دَ دنیا ناپائیداری اؤ دَ کبر خراب انجام ترې معلومیږی اؤ دَ پرهېزګاریٔ اؤ ایمانداریٔ پهٔ مقبول کېدو خبردارے دے ۔ دا دواړه کسان واقعی موجود وو ۔ اؤ کهٔ هسې دَ پوهې دپاره یو مثال دے ۔ دَ عالمانو دواړه قوله شته ۔ هر څهٔ چې دی بهرحال مطلب ېٔ واضح دے ۔
ف۴۱: یعنی دَ انګورو دَ باغونو نه چاپېره دَ کجورو شپول وهٔ (دَ انګورو بوټی پهٔ کجورو خوارهٔ شوی وو) اؤ دَ دواړو باغونو ترمینځه دَ کر کروندې زمکه وه چې مېوه اؤ غله دواړه ترې حاصل شی ۔
كِلْتَا الْجَنَّتَیْنِ اٰتَتْ اُكُلَهَا وَ لَمْ تَظْلِمْ مِّنْهُ شَیْـًٔا١ۙ وَّ فَجَّرْنَا خِلٰلَهُمَا نَهَرًاۙ۝۳۳
دواړو باغونو ورکؤله خپله مېوه اؤ نهٔ ېٔ کمؤلو هېڅ شے ف۴۲ اؤ روان کړے مونږ دَ دواړو ترمینځه یو نهر ، ف۴۳
ف۴۲: یعنی دواړه باغونه به دَ مېوې نه ښهٔ ډکېدل ۔ دا نهٔ وه چې یو کښې به مېوه کمه وه یو کښې زیاته ۔
ف۴۳: یعنی دَ باغونو ترمینځه ښهٔ پهٔ طریقه نهرونه روان وو چې منظر ېٔ ډېر خوشنما وهٔ۔
وَّ كَانَ لَهٗ ثَمَرٌ١ۚ فَقَالَ لِصَاحِبِهٖ وَ هُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَنَا اَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَّ اَعَزُّ نَفَرًا۝۳۴
اؤ ورسېده هغهٔ ته خپله مېوه ، ف۴۴ نو وې وئیل خپل ملګری ته پهٔ خبرو خبرو کښې، ما سره ستا نه زیات دے مال اؤ دَ عزت خلق ۔ ف۴۵
ف۴۴: یعنی څهٔ تاوان چې ېٔ پهٔ باغ جوړؤلو کړے وهٔ دَ هغې فائده ېٔ پوره پوره واخسته اؤ دَ آرام هر قسم سامان ورته موجود وهٔ ، وادهٔ ېٔ هم وکړو ښهٔ ګڼ اولاد ېٔ وشو ۔ یعنی دَ هر قسم خوشحالیٔ ېٔ نصیب وې ۔
ف۴۵: یعنی مال دولت مې هم ډېر دے اؤ مټې مې هم مضبوطې دی (نارینه اولاد مې ګڼ دے) دَ عزت سامان ټول موجود دے ۔ اؤ کهٔ زما دا عقیده خرابه وې نو الله پاک به دومره فراخی اؤ آرام عزت ولې راکؤلو؟ دَ هغهٔ دَ مشرک کېدو ثبوت دا دے چې تباهیٔ نه پس پهٔ ارمان کښې وائی ۔ یَا لَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْ اَحَدًا ۔ (هائے افسوس کهٔ ما دَ خپل رب سره څوک شریک کړے نهٔ وې نو دا بده ورځ به مې نهٔ لیده) معلومیږی داسې چې هغه غریب مسلمان دوست به ورته نصیحت کؤلو چې شرک مهٔ کوه نو هغهٔ به ورته پهٔ ځواب کښې وې چې زهٔ له تا نه پهٔ مال کښې اولاد کښې اؤ عزت کښې زیات یم نو زهٔ دا څنګه ومنم چې زهٔ پهٔ ناحقه یم اؤ تهٔ غریب پهٔ حقه ئ۔ ( اؤ چې هر څهٔ ېٔ تباه شو نو بیا ېٔ ارمان کؤلو کهٔ دَ دوست خبره مې منلے وې)۔
وَ دَخَلَ جَنَّتَهٗ وَ هُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ١ۚ قَالَ مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖۤ اَبَدًاۙ۝۳۵
اؤ ننوتو خپل باغ ته اؤ هغهٔ ظلم کؤلو پهٔ خپل ځان ف۴۶ اؤ وې وئیل زما ګومان نهٔ کیږی چې خراب به شی دا باغ چرې هم ۔
ف۴۶: شرک ېٔ کؤلو اؤ دَ مالداریٔ کبر اؤ نشې ېٔ دماغ خراب کړے وهٔ ۔ نور خلق ورته سپک ښکارېدل اؤ دَ الله دَ طاقت اؤ قهر نه غافل وهٔ ۔ دغه خپل باغ ېٔ جنّت ګڼلو ۔ اؤ دا ېٔ خیال وهٔ چې دا به همېشه دغه شان سرسبز و شاداب وی ۔
وَّ مَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً١ۙ وَّ لَىِٕنْ رُّدِدْتُّ اِلٰی رَبِّیْ لَاَجِدَنَّ خَیْرًا مِّنْهَا مُنْقَلَبًا۝۳۶
اؤ زما دا ګومان نهٔ دے چې قیامت به راځی اؤ کهٔ زهٔ چرې خپل رب ته واپس کړې شوم نو هلته به هم دَ دې باغ نه بهتر باغ بیا مومم ۔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی اوس خو ژوند پهٔ آرام اؤ راحت تیریږی اؤ ما داسې پوخ انتظام کړے دے چې دا باغونه چرې دَ خرابېدو نهٔ دی ۔ پاتې شو دَ مرګ نه پس ژوند نو اول خو پهٔ هغې زما یقین نشته اؤ کهٔ بالفرض دوباره ژوند وی هم اؤ دَ الله مخکښې پیش شو نو هلته به هم دَ دې نه زیات دَ آرام اؤ راحت سامان راکړی ۔ کهٔ زما دا عمل دَ الله تعالیٰ خوښ نهٔ وې نو دلته به ېٔ ولې داسې دَ آرام ژوند راکؤلو؟ ګویا کهٔ دَ هغهٔ پهٔ خیال دَ دنیا فراخی دَ الله دَ رضا علامه ده اؤ دَ هغه ځائې دَ آرام اؤ راحت دلیل ۔
قَالَ لَهٗ صَاحِبُهٗ وَ هُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَكَفَرْتَ بِالَّذِیْ خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوّٰىكَ رَجُلًاؕ۝۳۷
ملګری ورته ووې ۔ پهٔ خبرو خبرو کښې ۔ آیا تهٔ منکر شوې دَ هغه ذات نه چې تهٔ ېٔ پیدا کړے دَ خاورې نه ۔ بیا دَ یو څاڅکی نه بیا ېٔ درنه جوړ کړو سم پوره سړے ۔
لٰكِنَّاۡ هُوَ اللّٰهُ رَبِّیْ وَ لَاۤ اُشْرِكُ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا۝۳۸
نو زهٔ خو دا وایم چې هغه الله زما رب دے ، اؤ نهٔ شریکؤم دَ خپل رب سره هېڅوک ۔ ف۴۸
ف۴۸: یعنی الله تعالیٰ دَ ستا اصل (نیکهٔ) آدمؑ دَ خاورې نه پیدا کړو بیا ېٔ تهٔ دَ پیداوار دَ جوهر یو څاڅکی منی نه پیدا کړې ۔ اؤ بیا ېٔ جسمانی اؤ روحانی قوتونه درکړل اؤ غټ پټ بنیادم شوې نو ولې اوس هغه الله تا دوباره نهٔ شی ژوندے کؤلے؟ یا چې هغه کوم نعمتونه درکړی دی دا درنه بیا واپس نهٔ شی اخستې؟ زما خو دا یقین دے چې دغه الله یواځې زمونږ رب دے ۔ دَ هغهٔ سره پهٔ خدایئ کښې بل هېڅوک شریک نشته ۔ نو بیا داسې قادر اؤ توانا رب دَ حکم نه انکار کؤل کوم عقل دے ۔
وَ لَوْ لَاۤ اِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللّٰهُ١ۙ لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّٰهِ١ۚ اِنْ تَرَنِ اَنَا اَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَّ وَلَدًاۚ۝۳۹
اؤ تهٔ چې خپل باغ ته ننوتې نو داسې دې ولې نهٔ وې چې څهٔ الله غواړی هغه کیږی ، هېڅ طاقت نشته بې دَ الله دَ ورکړے نه ۔ ف۴۹ کهٔ تهٔ ما وینې چې کم یم له تا مال اؤ اولاد کښې ۔
ف۴۹: یعنی مال دولت خو دَ الله تعالیٰ نعمت اؤ احسان دے پهٔ کبر کؤلو اؤ ناشکریٔ کښې دَ آفت راتلو اؤ نعمتونو واپس اخستو خطره ده ۔ نو تهٔ چې باغ ته ننوتې دَ الله شکر به دې وېستې وهٔ ۔ اؤ دَ ”مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖ اَبَدًا“ پهٔ ځائې به دې ”مَاشَآءَ اللہُ لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللہِ“ وئیلی وو ۔ یعنی الله تعالیٰ چې څهٔ غواړی هغه کیږی ۔ زمونږ څهٔ زور طاقت ، عقل فکر چې دے دَ الله پهٔ امداد دے کله کهٔ دَ هغهٔ خوښه شوه دا طاقت په درنه واخلی ۔ یو روایت دے ۔ کله چې بنیادم ته پهٔ خپل کور کښې څهٔ شے ښهٔ ښکاره شی اؤ څهٔ آرام و راحت بیا مومی نو وائی دې ”مَا شَآءَ اللہ لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللہِ“ ۔
فَعَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِكَ وَ یُرْسِلَ عَلَیْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِیْدًا زَلَقًاۙ۝۴۰
نو امید دے چې زما رب به راکړی ما ته ستا دَ باغ نه بهتر باغ ف۵۰ اؤ راستوی ستا پهٔ باغ باندې تود باد دَ آسمان نه ، نو سبا به پروت وی پهٔ وچه ډاګه ۔
ف۵۰: پهٔ دنیا کښې یا پهٔ آخرت کښې ۔
اَوْ یُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِیْعَ لَهٗ طَلَبًا۝۴۱
یا ېٔ سبا اوبهٔ ښکته لاړې شی ، بیا به ېٔ تهٔ دَ راخېژؤلو کوشش نهٔ شے کؤلے ۔ ف۵۱
ف۵۱: یعنی یوه ګرمه هوا پرې راشی یا بل څهٔ آفت پرې پرېوځی چې ستا دَ کبر پهٔ سزا کښې دا باغ درته تالا والا کړی ۔ یا دا کوم نهرونه چې پکښې روان دی دَ دې اوبهٔ وچې کړی ، پهٔ زمکه ننوځی ۔ بیا به ېٔ تهٔ پهٔ خپل کوشش هېچرې نهٔ شې جاری کؤلے۔
وَ اُحِیْطَ بِثَمَرِهٖ فَاَصْبَحَ یُقَلِّبُ كَفَّیْهِ عَلٰی مَاۤ اَنْفَقَ فِیْهَا وَ هِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا وَ یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا۝۴۲
اؤ راغونډه کړې شوه دَ هغې ټوله مېوه ، بیا ېٔ سحر لاسونه مروړل ف۵۲ پهٔ هغې تاوان پسې کوم چې ېٔ پهٔ دې باغ کړے وهٔ اؤ دَ هغې باغ ټول څیزونه پهٔ زمکه ف۵۳ راپرېوتی وو ، اؤ وې به ېٔ هائے افسوس کهٔ ما نهٔ وې شریک کړے دَ خپل رب سره هېڅوک ف۵۴
ف۵۲: یعنی پهٔ افسوس اؤ ارمان ېٔ لاسونه مروړل ۔
ف۵۳: شاه صاحب لیکی ۔ آخر دَ هغهٔ پهٔ باغ هغه کانه وشوه څهٔ چې ورته دغه نیک سړی وې ۔ دَ شپې یو آسمانی اور راغلو ۔ باغ ېٔ دَ ایرو ډېرے کړو ۔ څهٔ مال چې ېٔ پرې لګؤلے وهٔ ټول تباه و برباد شو ۔
ف۵۴: چې اوبهٔ دَ ورخه واؤړېدې بیا پهٔ ارمان اؤ افسوس څهٔ کېدل اؤ پښیمانی ېٔ هم دَ الله دَ ویرې نهٔ وه ۔ دَ الله دَ ناراضګیٔ غم ورسره نهٔ وهٔ پهٔ خپل مال پسې ېٔ ژړل ۔
وَ لَمْ تَكُنْ لَّهٗ فِئَةٌ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ مَا كَانَ مُنْتَصِرًاؕ۝۴۳
اؤ ملګرے نهٔ شوه ورسره هېڅ یوه ډله چې دَ هغهٔ مدد ېٔ کړے وې دَ الله پهٔ مقابله کښې اؤ نهٔ ېٔ خپله بدله اخستے شوه ۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی نهٔ ېٔ هغه ملا تړ پهٔ کار راغلل اؤ نهٔ هغه فرضی خدایان چې الله سره ېٔ پهٔ خدایئ کښې شریک منل ۔ اؤ نهٔ ېٔ خپله دومره طاقت وهٔ چې دَ الله عذاب ېٔ منع کړے وې یا ېٔ دَ الله نه بدل اخستې وې ۔
هُنَالِكَ الْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّ١ؕ هُوَ خَیْرٌ ثَوَابًا وَّ خَیْرٌ عُقْبًا۠۝۴۴
پهٔ داسې وخت کښې ټول اختیار دَ یو برحق الله دے دَ هغهٔ انعام بهتر دے اؤ بهتره ېٔ ده بدله۔ ف۵۶
ف۵۶: یعنی دَ کوم عمل چې کومه بدله هغه ورکوی هغه صحیح ده ۔ پهٔ دې دنیا اؤ پهٔ هغه دنیا کښې ټول واک اختیار یواځې دَ هغهٔ دے ۔ دَ بل چا څهٔ مجال نشته چې دَ هغهٔ پهٔ فیصله کښې خبره وکړی ۔
وَ اضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ فَاَصْبَحَ هَشِیْمًا تَذْرُوْهُ الرِّیٰحُ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقْتَدِرًا۝۴۵
اؤ وښیه تهٔ دوی ته چې دَ دنیا دَ ژوند حال داسې دے لکه چې مونږ اوبهٔ راکوزې کړې دَ آسمان نه ، بیا ګډ وډ را وټوکېدو پهٔ دې زمکه شینکے ۔ بیا سبا ته شو چوره چوره را الوتونکے پهٔ هوا کښې ۔ ف۵۷ اؤ الله پهٔ هر څهٔ قادر دے ۔ ف۵۸
ف۵۷: یعنی دَ دنیا عارضی ښائست اؤ رونق مثال داسې دے لکه څنګه چې زمکه پهٔ باران شنه شی ۔ مختلف قسم ونې بوټی پکښې ګډ وډ زرغون شی ۔ څو ورځې کښې بیا وچ شی ، ورېبلې شی یا ودوړیږی ، ذرې ذرې شی اؤ هوا ېٔ یو خوا بل خوا والوزوی۔ دغه شان دَ دنیا ژوند هم څو ورځې ښائست دے (آخر پرې دَ مرګ سیلۍ راشی ، هر څهٔ ترې یوسی تش لاس قبر ته لاړ شی) یوه ورځ به راشی چې دَ دې دنیا دا رونق ، دا آبادی ، دا ونې بوټی ، دا غرونه دریابونه ، دا هر څهٔ به وران ویجاړ شی ۔ ټوله زمکه به هموار میدان شی ۔ ”یَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَ تَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً “ کښې دغه نقشه بیان شوے ده ۔
ف۵۸: الله پهٔ هر څهٔ قادر دے ۔ کله چې ېٔ خوښه شوه تاسو به بیا ژوندی کړی ۔ یا دا چې دا زرغونؤل اؤ چوره چوره کؤل ټول دَ الله پهٔ قدرت کیږی ، دَ هر څهٔ واک اختیار دَ هغهٔ دے ۔
اَلْمَالُ وَ الْبَنُوْنَ زِیْنَةُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۚ وَ الْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّ خَیْرٌ اَمَلًا۝۴۶
مال اؤ اولاد ښائست دے دَ دنیا دَ ژوند ، اؤ دَ باقی پاتې کېدونکیو نیکیو ، بهتر دے ستا دَ رب سره اجر اؤ بهتره ده طمع ۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی دَ مرګ نه پس مال اؤ اولاد هېڅ پکار نهٔ راځی ۔ صرف هغه نیکیٔ پکار راځی کومې چې باقی پاتې کیدونکی دی ۔ پهٔ حدیث شریف کښې ”سَبْحَانَ اللہِ وَالْحَمْدُ لِلّٰہِ وَ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللہُ وَاللہُ اَکْبَرْ وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللہِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْم “ الفاظو ته ”باقیات الصالحات“ وئیلی شوی دی ۔
دا هسې یو مثال دے ګنی ټول نیک کارونه باقی پاتې کیدونکی دی چې ثواب به ېٔ آخرت کښې ورکؤلے شی ۔ موضح القرآن کښې دی ، داسې نیک کارونه لکه علم زده کړی اؤ نورو ته ېٔ وښئی چې فیض ېٔ جاری وی ۔ یا کوهې ، جماعت ، سرائے یا بل دَ عوامو دَ فائدې کار چې دَ مرګ نه پس ېٔ هم فیض جاری وی ۔ یا اولاد ته ښهٔ تربیت ورکړی اؤ دغه شان نور نیک کارونه چې دَ الله سره ېٔ دَ بدلے طمع وی ۔ دَ فانی دنیا دَ خوښیٔ نه پهٔ آخرت کښې دَ خیر څهٔ طمع نشته ۔
وَ یَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَ تَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً١ۙ وَّ حَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ اَحَدًاۚ۝۴۷
اؤ پهٔ کومه ورځ چې مونږ وران کړو غرونه ، اؤ ووینې تهٔ زمکه آزاد میدان ف۶۰ اؤ دوی ټول راغونډ کړو اؤ یو کس هم باقی پاتې پرې نهٔ ږدو ف۶۱
ف۶۰: یعنی کله چې قیامت راځی دَ غرهٔ غوندې دروند اؤ سخت شے به هم دَ خپل ځائې نه وخوزی ۔ غرونه به لکه دَ مالوچو دَ پونبو پهٔ شان هوا کښې الوزی ۔ غرض دا چې دَ زمکې لوړ ژور به ختم شی اؤ ټوله زمکه به یو فراخ میدان شی ۔
ف۶۱: یعنی ټول مخلوق به دَ الله پهٔ دربار کښې حاضریږی اؤ یو کس به هم بې حاضرېدو نهٔ شی پاتې کېدے ۔
وَ عُرِضُوْا عَلٰی رَبِّكَ صَفًّا١ؕ لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍۭ١٘ بَلْ زَعَمْتُمْ اَلَّنْ نَّجْعَلَ لَكُمْ مَّوْعِدًا۝۴۸
اؤ مخامخ به راشی ستا رب ته قطار قطار ، راغلیٔ بیا تاسو مونږ ته څنګه چې مو پیدا کړی ویٔ وړومبی ځل ۔ بلکې ستاسو خو دا خیال وهٔ چې نهٔ به مقرر کوؤ مونږ تاسو دپاره نېټه ۔ ف۶۲
ف۶۲: دَ قیامت نه منکرو ته به دَ زورنې دپاره وئیلی شی چې تاسو خو دَ دوباره ژوند نه انکار کؤلو نن درنه هر څهٔ پاتې شو اؤ تش تور بربنډ لغړ اوس دلته ولاړ ییٔ کهٔ نه؟
پهٔ حدیث شریف کښې دی چې دَ قیامت پهٔ ورځ به ټول بنیادم پهٔ شپږ شلے (۱۲۰) قطارو کښې ولاړ وی چې اتیا (۸۰) قطاره به پکښې دَ اُمّتِ محمّدیﷺ وی ۔
وَ وُضِعَ الْكِتٰبُ فَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا فِیْهِ وَ یَقُوْلُوْنَ یٰوَیْلَتَنَا مَالِ هٰذَا الْكِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّ لَا كَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصٰىهَا١ۚ وَ وَجَدُوْا مَا عَمِلُوْا حَاضِرًا١ؕ وَ لَا یَظْلِمُ رَبُّكَ اَحَدًا۠۝۴۹
اؤ دَ حساب لیکلے کاغذ به کښېښودے شی نو تهٔ به ووینې ګناهګار چې ویریږی به دَ هغة څیزونو نه چې پهٔ دې کښې لیکلی وی ، ف۶۳ اؤ وائی به هائے زمونږ بده نصیبه دا څنګه کاغذ دے چې نهٔ ده پاتې شوے دَ دې نه وړه خبره اؤ نهٔ غټه خبره خو ټولې پکښې راغلی دی ۔ اؤ بیا موندهٔ دوی څهٔ عمل چې ېٔ کړے وهٔ خپل مخکښې ۔ ف۶۴ اؤ ستا رب ظلم نهٔ کوی پهٔ هېچا ۔ ف۶۵
ف۶۳: یعنی هر چا ته به خپله عملنامه لاس کښې ورکړې شی پهٔ هغې چې دَ خپلو ګناهونو فهرست ووینی نو هر مجرم به دَ ویرې لړزیږی چې اوس به څنګه سزا راکؤلے شی؟
ف۶۴: یعنی هر وړوکے اؤ غټ کار ۔ یو یو ذره به پکښې لیکلے موجود وی ۔ هېڅ شے به هم دَ لیک نه پاتې نهٔ وی ۔
ف۶۵: دَ الله پهٔ دربار کښې ظلم پهٔ دې معنٰی چې دَ بل پهٔ مال کښې تصرّف وکړی ۔ خو هډو ممکن نهٔ دے ځکه چې ټول مخلوق دَ الله ملکیت دے اؤ ظلم دَ بې ځایه اؤ بې موقعې کار کؤلو پهٔ معنٰی یا بې ګناه چا ته سزا ورکؤلو یا دَ نیکیٔ اجر کم ورکؤلو پهٔ معنٰی هم نهٔ شی کېدے ۔ الله تعالیٰ دَ چا یوه ذرّه نیکی هم نهٔ ضائع کوی هر چا ته به دَ خپلې نیکیٔ بدیٔ پوره پوره بدله ورکؤلے شی ۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل کامل قدرت دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ پهٔ هره یوه ونه کښې هغه شان مېوه پیدا کوی کومه چې دَ هغې فطری تقاضا وی ۔
گندم از گندم بروید جَوز جو
از مکافاتِ عمل غافل مشو
پهٔ کفر اؤ ایمان اؤ فرمانبرداریٔ اؤ نافرمانیٔ کښې الله پاک دغه شان تاثیرونه یٔښی دی لکه پهٔ زهرو اؤ تریاقو کښې چې دی ۔ پهٔ آخرت کښې به دَ خیر اؤ شر دا تاثیرونه اؤ خاصیتونه بالکل پهٔ ډاګه څرګندوی ۔
وَ اِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ١ؕ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ١ؕ اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَ ذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَ هُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ١ؕ بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا۝۵۰
اؤ کله چې ووې مونږ فرښتو ته”سجده وکړیٔ“ آدم ته ، نو ټولو سجده وکړه بې دَ ابلیس نه ۔ هغه وهٔ دَ پېریانو دَ جنس نه ، نو ووتو دَ خپل رب دَ حکم نه ۔ نو آیا بیا تاسو نیسیٔ دغه ابلیس اؤ دَ هغهٔ اولاد پهٔ دوستیٔ زما پهٔ مقابله کښې ، اؤ هغوی ستاسو دښمنان دی اؤ پهٔ لاس ورغله ظالمانو ته ناکاره بدله ۔ ف۶۶
ف۶۶: حقیقت هم دغه دے چې ابلیس دَ اصل نه پیرے وهٔ خو دَ ډېر عبادت اؤ پرهېزګاریٔ پهٔ وجه ېٔ ترقی وکړه ، دَ فرښتو پهٔ ټولی کښې شریک شوے وهٔ ۔ نو فرښتو ته چې دَ سجدې حکم کېدو ، دهٔ ته هم ورسره حکم وهٔ ۔ خو پهٔ دې وخت کښې دَ دهٔ خپل اصلی رنګ ښکاره شو ۔ فرښتو حکم ومنلو سجده ېٔ وکړه اؤ دهٔ لوئی وکړه دَ سجدې نه ېٔ انکار وکړو ۔ حیرانتیا ده چې شیطان خو آدمؑ ته دَ سر ټیټؤلو نه انکار وکړو اؤ دَ آدمؑ اولاد دَ خپل رب پهٔ ځائې دَ دغه ازلی دښمن تابعداری کوی ۔ هغه خپل ملګرے ګڼی اؤ دَ هغهٔ نه امداد غواړی ۔ دَ دې نه زیات ظلم اؤ بې انصافی به بل څهٔ وی؟ دا قصه مخکښې هم څو ځایه تېره شوے ده ۔ دلته ترېنه مطلب دا خبردارے ورکؤل دی چې دَ دنیا پهٔ شان شوکت کبر اؤ غرور کؤل اؤ دَ آخرت نه غافل کېدل دَ شیطان پهٔ وینا عمل کؤل دی ۔ شیطان خو دا غواړی چې بنیادم خپل اصلی وطن (جنّت) ته بیا لاړ نهٔ شی ، دَ دوستیٔ پهٔ رنګ کښې ورسره خپله زړه دښمنی پالی ۔ بنیادم ته پکار دی چې ځان بیدار ساتی اؤ دَ شیطان دَ اثر نه ځان بچ کړی ۔ څوک چې پهٔ مال دولت غرور کوی اؤ غریب نیک مسلمان سپک ګڼی هغه دَ شیطان پهٔ قدم روان دی ۔ ابنِ کثیرؒ هغه روایتونه نقل کړی دی دَ کومو نه چې دا معلومیږی چې ابلیس دَ اصل نه پیرے نهٔ وهٔ ، فرښته وه ۔ اؤ بیا ېٔ پهٔ دلیلونو دا ثابته کړے ده چې دَ دې روایتونو اکثره حصه دَ اسرائیلیاتو ده (یعنی دَ یهودو دَ کتابونو ده ، دَ یهودو دَ عالمانو دَ خلې نقل شوے ده) داسې قسم روایتونو قبلؤلو کښې ډېر غور اؤ فکر پکار دے ۔ ځکه چې اسرائیلی روایاتو کښې اکثر دروغ دی (اؤ دلته خو دَ قرآن الفاظ صفا دی کَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ) مخکښې بیا ابنِ کثیرؒ پهٔ ډېره زور داره طریقه اسرائیلی روایاتو متعلق بحث کړے دے ۔ دا بحث دَ یاد ساتلو لائق دے خو مونږ ېٔ دلته دَ وږد والی دَ ویرې نه نهٔ شو نقل کؤلے ۔ کتل ېٔ ضروری دی ۔
مَاۤ اَشْهَدْتُّهُمْ خَلْقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ لَا خَلْقَ اَنْفُسِهِمْ١۪ وَ مَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّیْنَ عَضُدًا۝۵۱
نهٔ دی ښیٔلی ما دوی ته جوړؤل دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ نهٔ جوړؤل دَ دوی دَ خپلو ځانونو ۔ اؤ زهٔ هغه نهٔ یم چې جوړ کړم دَ ګمراهانو نه خپل مددګار ۔ ف۶۷
ف۶۷: یعنی دَ زمکې اؤ آسمانونو پیدا کؤلو پهٔ وخت ما دا شیطانان تماشې کؤلو ته نهٔ وو رابللی اؤ نهٔ مې ورنه دَ مخلوقاتو پهٔ پیدائش کښې څهٔ مشوره اخستې وه ۔ بلکې دوی خو پهٔ هغه وخت کښې پیدا هم نهٔ وو ۔ خپله دَ دوی پیدا کؤلو پهٔ وخت کښې مې هم ترېنه تپوس نهٔ دے کړے چې تاسو څنګه جوړ کړم یا دَ ستاسو دَ جنس نور مخلوق پهٔ څهٔ طریقه اؤ کوم شکل پیدا کړم؟ دَ الله پاک دَ چا مشورې یا امداد ته هېڅ حاجت هم نشته ۔ (اؤ بالفرض) کهٔ ما امداد غوښتې هم نو دَ داسې بدبختو نه به مې غوښتو؟ دَ چا متعلق چې ما ته علم دے چې زما مخلوق به ګمراه کوی؟ نو بیا ولې بنیادمو دې شیطانانو ته دَ خدایئ درجه ورکړه؟ خپل رب ېٔ پرېښو اؤ دَ شیطان نه امداد غواړی ۔
وَ یَوْمَ یَقُوْلُ نَادُوْا شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَ جَعَلْنَا بَیْنَهُمْ مَّوْبِقًا۝۵۲
اؤ پهٔ کومه ورځ چې به وفرمائی الله را وبلیٔ زما هغه شریکان ف۶۸ چې تاسو منل نو دوی به ېٔ را وبلی خو هغوی به ځواب نهٔ ورکوی ۔ اؤ جوړ به کړو مونږ دَ دوی ترمینځه دَ تباهیٔ سامان ۔ ف۶۹
ف۶۸: یعنی څوک چې مو زما سره شریک ګڼل هغه اوس را وغواړیٔ چې پهٔ دې سخته کښې درسره امداد وکړی ۔
ف۶۹: پهٔ هغه ورځ به دَ شیطانانو دَ امداد اؤ ملګرتیا حال ښکاره شی ۔ امداد ورکؤل خو پاتې یو بل ته به نژدے کېدے هم نهٔ شی ۔ دَ دغه مشرکانو اؤ دَ دروغو معبودانو ترمینځه به دَ اور یو لوئے خندق وی ۔
وَ رَاَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ فَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مُّوَاقِعُوْهَا وَ لَمْ یَجِدُوْا عَنْهَا مَصْرِفًا۠۝۵۳
اؤ وینی به مجرمان دوزخ ، نو پوهه به شی چې دوی پهٔ دې کښې پرېوتونکی دی ، اؤ نهٔ به مومی دَ هغې نه دَ خلاصی رو ۔ ف۷۰
ف۷۰: یعنی پهٔ سر سر کښې خو به ېٔ دا خیال وی چې معافی به راته وشی خو چې جهنّم ووینی نو یقین به ېٔ راشی چې دې کښې به ور اچؤلی شو ، دَ تېښتې لار مو نشته ۔
وَ لَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ١ؕ وَ كَانَ الْاِنْسَانُ اَكْثَرَ شَیْءٍ جَدَلًا۝۵۴
اؤ بېشکه مونږ پهٔ رنګ رنګ بیان کړل پهٔ دې قرآن کښې دَ خلقو دپاره هر قسم مثالونه اؤ دے بنیادم دَ هر څیز نه زیات جګړمار ۔ ف۷۱
ف۷۱: یعنی قرآن کریم څنګه پهٔ قسم قسم طریقو اؤ دلیلونو اؤ مثالونو رښتیا خبره بنیادم ته ښیٔ خو بنیادم داسې جګړمار دے چې سمه خبره پهٔ هېڅ شان نهٔ منی ۔ چې پهٔ دلیل ترې څهٔ جوړ نهٔ شی نو بیا بې فائدې مطالبې اؤ دَ معجزو فرمائشونه شروع کړی چې دا معجزه راته وښیه نو وبه منو ۔
وَ مَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰی وَ یَسْتَغْفِرُوْا رَبَّهُمْ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا۝۵۵
اؤ دا خلق چې منع کړی دی دَ دې خبرې نه چې ایمان راؤړی کوم وخت چې راغلو دوی ته هدایت اؤ دَ خپل رب نه دَ ګناهونو بخښانه وغواړی نو بس دے انتظار کؤلو چې وشی دَ دوی سره دَ مخکښینیو قومونو پهٔ شان معامله یا راشی ورته عذاب مخامخ ، ف۷۲
ف۷۲: اؤ قرآن غوندې عظیم الشان هدایت رسېدو نه پس هم چې دوی ایمان نهٔ راؤړی نو آخر دوی دَ څهٔ انتظار کوی؟ بې دَ دې نه چې الله پاک ېٔ دَ تېرو قومونو پهٔ شان تباه کړی ۔ یا دا چې کهٔ تباه نهٔ شی خو چې عذاب پهٔ خپلو سترګو ووینی ۔ حضرت شاه صاحب لیکی ۔ اوس بله خبره نهٔ وه پاتې بې دَ دې نه چې دَ تېرو قومونو پهٔ شان تباه شی یا دَ قیامت عذاب پهٔ خپلو سترګو ووینی ۔
وَ مَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَ مُنْذِرِیْنَ١ۚ وَ یُجَادِلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ وَ اتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَ مَاۤ اُنْذِرُوْا هُزُوًا۝۵۶
اؤ مونږ چې رسولان را استوؤ خو دې دپاره چې زېرے ورکړی اؤ دَ عذاب نه وویروی ، ف۷۳ اؤ جګړه کوی کافران پهٔ غلطه چې وروستو کړی ورباندې رښتونې خبره ۔ ف۷۴ اؤ جوړه کړه دوی زما دَ کلام اؤ زما دَ ویرؤلو نه خندا ۔ ف۷۵
ف۷۳: یعنی دا دَ الله ختیار دے ۔ رسولانو ته دا ختیار نشته چې کله دَ هغو خوښه وه عذاب راولی (پېغمبران خو صرف دَ خبر ورکؤلو دپاره راځی)
ف۷۴: یعنی کافر دا دَ دروغو جګړې اؤ بحثونه دې دپاره راپیدا کوی چې دَ دروغو پهٔ زور دَ رښتیاؤ آواز کمزورے کړی ۔ داسې هېچرې نهٔ شی کېدے آخر به حق غالب کیږی ۔
ف۷۵: یعنی دَ الله عذاب ټوقې ګڼی اؤ دَ کوم عذاب نه چې ویرؤلے شی هغې پورې خنداګانې کوی ۔
وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ فَاَعْرَضَ عَنْهَا وَ نَسِیَ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ١ؕ اِنَّا جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا١ؕ وَ اِنْ تَدْعُهُمْ اِلَی الْهُدٰی فَلَنْ یَّهْتَدُوْۤا اِذًا اَبَدًا۝۵۷
اؤ دَ هغهٔ نه زیات ظالم څوک دے چې نصیحت ورته وشو دَ خپل رب پهٔ کلام ، نو مخ ېٔ ترې واړؤلو اؤ هېر ېٔ کړو څهٔ چې وړاندی استؤلی دَ دهٔ لاسونو ، ف۷۶ مونږ اچؤلی دَ دوی پهٔ زړونو پردې چې پوهه پرې نهٔ شی اؤ دَ دوی غوږونو کښې دروندوالې دے ۔ اؤ کهٔ تهٔ ېٔ رابلې سمې لارې ته ، نو هرګز سمې لارې ته نهٔ راګرځی پهٔ دې وخت کښې هېچرې ۔ ف۷۷
ف۷۶: یعنی چرې ېٔ دا پهٔ خیال کښې هم نهٔ راځی چې دَ تکذیبِ حق اؤ مسخرو کومه پنګه چې ځان ته مخکښې استؤم دَ دې به څهٔ سزا راکؤلے شی؟
ف۷۷: یعنی دَ دوی دَ دې ضد اؤ عناد پهٔ وجه مونږ دَ دوی پهٔ زړونو پردې واچؤلے اؤ غوږونه مو ورته درانهٔ کړل چې نهٔ حق وینی ، اوری اؤ نهٔ پرې پوهیږی ۔ اؤ حق اورېدو ته به غوږ څنګه ونیسی دَ داسې بدبختو دَ ایمان راوړو هېڅ طمع نشته ۔
وَ رَبُّكَ الْغَفُوْرُ ذُو الرَّحْمَةِ١ؕ لَوْ یُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوْا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ١ؕ بَلْ لَّهُمْ مَّوْعِدٌ لَّنْ یَّجِدُوْا مِنْ دُوْنِهٖ مَوْىِٕلًا۝۵۸
اؤ ستا رب ډېر بخښونکے اؤ لوئے رحم کؤنکے دے ۔ کهٔ دوی نیسی دَ دوی پهٔ عملونو نو ژر به راولی پرې عذاب ۔ ف۷۸ خو دوی دپاره یوه مقرره نېټه ده چې هېچرې به نهٔ مومی دَ هغې نه دَ اخوا کېدو ځائې ۔ ف۷۹
ف۷۸: یعنی دَ دوی عملونه خو داسې دی چې سمدستی پرې عذاب راغلے وې خو الله تعالیٰ ېٔ دَ خپل بې انتها رحمت پهٔ وجه سمدستی نهٔ تباه کوی اؤ دَ خپل عام رحم و کرم پهٔ وجه هر مجرم ته موقع ورکوی چې سوچ وکړی، توبه وباسی اؤ دَ خپل رب نه بخښنه وغواړی ۔ ایمان راؤړی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ کرم حقدار شی ۔
ف۷۹: یعنی دا عذاب وروستو کؤل تر یوې خاصې نېټې پورې وی ۔ دا ممکنه ده چې یو مجرم دَ عذاب دَ وخت پوره کېدو نه مخکښې چرته اخوا دیخوا شی ۔ کله چې دَ عذاب وخت راشی ټول به خپل ځائې ته راغونډیږی ۔ مجال نشته چې یو کس ترېنه بچ پاتې شی ۔
وَ تِلْكَ الْقُرٰۤی اَهْلَكْنٰهُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا وَ جَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَّوْعِدًا۠۝۵۹
اؤ دا ټول کلی دی چې هلاک کړی مو دی کله چې دوی ظالمان شول اؤ مقرر کړے وه مونږ دَ دوی دَ تباهیٔ دپاره یوه نېټه ۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی دَ عاد و ثمود واقعات خو مشهور دی ۔ دغه کلیو ته وګوریٔ چې سرکشیٔ ېٔ کؤلے څنګه مو تباه کو برباد کړل؟ دَ دې نه عبرت واخلیٔ اؤ پوهه شیٔ چې تاسو هم دَ الله دَ عذاب نه خلاصېدے نهٔ شیٔ ۔
وَ اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِفَتٰىهُ لَاۤ اَبْرَحُ حَتّٰۤی اَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَیْنِ اَوْ اَمْضِیَ حُقُبًا۝۶۰
اؤ کله چې ووې موسٰیؑ خپل ځلمی ته زهٔ به ودرېږم تر دې چې ورسم دوبندیٔ ته یا به هم دغسې پهٔ زمانو روان یم ۔ ف۸۱
ف۸۱: وړاندې ذکر شوے چې دَ کافرو سردارانو به غریبانانو مسلمانانو ته سپک کتل اؤ حضور اکرمﷺ ته به ېٔ وې چې دوی دَ مجلس نه پاڅوه نو مونږ به درسره کښینو اؤ ستا خبرې به واؤرو ۔ دې دپاره دَ دوؤ کسانو یو مالدار کافر اؤ یو غریب مسلمان مثال پیش کړې شو ۔ بیا دَ دنیا مثال اؤ دَ شیطان دَ کبر اؤ غرور خراب انجام وښیٔلے شو ۔ پهٔ دغه سلسله کښې اوس دَ موسٰیؑ اؤ دَ خصرؑ قصه بیانیږی چې دَ الله بندګان کهٔ ډېر افضل اؤ بهتر وی هم ځان ته افضل نهٔ وائی ۔ اؤ کهٔ چرته ترېنه داسې غلطی وشی نو الله پاک زورنه ورکوی ۔ یو حدیث شریف دے ۔ یوه ورځ موسٰیؑ خپل قوم ته ډېر نصیحتونه اؤ ډېر مؤثر وعظ وکړو ۔ نو یو سړی ترېنه تپوس وکړو چې اے موسٰیؑ پهٔ دې دنیا کښې دَ ستا نه هم لوئے عالم څوک شته؟ هغهٔ ورته ځواب کښې ووې نه ۔ دا ځواب صحیح وهٔ ۔ ځکه چې موسٰیؑ یو لوئے پېعمبر وهٔ اؤ ظاهره ده چې دَ پېغمبر علم پهٔ خپله زمانه کښې دَ ټولو نه زیات وی ۔ بیا هم دَ هغهٔ دا وینا دَ الله پاک خوښه نهٔ شوه ۔ اګرچې مطلب ېٔ صحیح وهٔ ۔ خو دَ ظاهرو الفاظو نه ېٔ دا معلومېده چې ځان دَ دنیا پهٔ هر علم کښې پهٔ هر حیثیت ټولو خلقو نه زیات ګڼی ۔ هغهٔ ته دا وینا پکار ده چې دَ الله غوره مخلوق ډېر دے ۔ دَ ټولو علم به الله ته وی زهٔ نهٔ یم خبر ۔ بیا ورباندې وحې راغله چې پهٔ کوم ځائې دوه دریابونه یو ځائې کیږی دغه دوبندیٔ کښې زما یو بنده دے چې تا نه زیات عالم دے (دوه دریابونه کوم کوم وو؟) چا وئیلی دی چې بحر فارس اؤ بحر روم وو ، لېکن دا دواړه خپلو کښې یو ځائې کیږی نه خو یو ځائې کېدو مطلب به دا وی چې کوم ځائې دَ دې دواړو ترمینځه فاصله لږه پاتې شوے وی، جنګېدو ته نژدے وی ۔ ځنو عالمانو ترې دَ افریقې دوه دریابونه اخستی دی ۔ ځنو وئیلی دی چې مجمع البحرین هغه ځائې ته وئیلې شی کوم ځائې چې دجله اؤ فرات سمندر ته پرېوځی ۔ والله وعلم ۔
بهرحال موسٰیؑ سوال وکړو چې ما ته ېٔ پوره پته وښیه چې زهٔ ترېنه څهٔ علم زده کړم ۔ حکم ورته وشو چې تهٔ دَ هغهٔ پهٔ تلاش روان شې نو یو تلېدلے مهے درسره واخله ۔ موسٰیؑ پهٔ سفر روان شو ۔ خپل خادم یوشعؑ ېٔ دَ ځان سره کړو ۔ خپل ملګری ته ېٔ ووې چې دَ مهی خیال ساته ۔ مونږ چې تر څو خپل منزلِ مقصود ته نهٔ یو رسېدلی دغه شان به پهٔ مخه روان یو ۔ کهٔ پهٔ کالونو وی هم دغه شان پهٔ سفر به یو ، سفر به بس کوؤ نه ۔ حضرت یوشعؑ اول دَ موسٰیؑ خاص خادم وهٔ بیا دَ هغهٔ پهٔ ژوند نبوت ورکړې شو اؤ دَ هغهٔ نه پس دَ هغهٔ خلیفه اؤ نائب شو ۔
فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَیْنِهِمَا نَسِیَا حُوْتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ سَرَبًا۝۶۱
اؤ کله چې ورسېدل دواړه مجمع البحرین ته هېر ېٔ کړو خپل مهے ، نو هغه مهی ځان ته پهٔ دریاب کښې لار جوړه کړه یو سورنګ غوندې ۔ ف۸۲
ف۸۲: مجمع البحرین ته چې ورسېدو نو دَ یو غټ ګټ پهٔ خوا کښې دمې ته کښېناستو۔ حضرت موسٰیؑ وودهٔ شو ۔ حضرت یوشعؑ ویښ ناست وهٔ ۔ دَ دې ګټې دَ لاندې دَ آبِ حیات چینه بهېده ۔ یوشعؑ دغه شان کتل چې مهے دَ الله پهٔ قدرت ژوندې شو ۔ دَ تېلۍ نه ېٔ ټوپ کړو پهٔ اوبو کښې پهٔ یوه عجیبه طریقه روان شو ۔ هغه چې کوم خوا تلو اوبو کښې به یو سورنګ جوړېدو ۔ هلته پهٔ اوبو کښې دَ الله پهٔ قدرت یو طاق شان پرانستې پاتې شو ۔ یوشعؑ ته دا خبره ډېره ناشنا ښکاره شوه خو موسٰیؑ ېٔ دَ خوبه راپاسؤلے نهٔ شو ۔ دا خیال ېٔ وکړو چې خپله بیدار شی نو ورته به ووایم ۔ چې هغه بېدار نو دواړه بیا مخکښې روان شو ۔ الله خبر چې یوشعؑ څهٔ فکرونو کښې ډوب وهٔ چې دَ مهی خبره ترې نه هېره شوه ۔ روایت دے چې موسٰیؑ چې یوشعؑ باندې دَ مهی دَ حفاظت تاکید کؤلو دَ هغهٔ دَ خلې نه ووتل چې دا څهٔ دومره ګران کار دے؟ الله تعالیٰ پهٔ دې طریقه خبردار کړو چې پهٔ وړه غوندې خبره کښې هم بنده ته پهٔ خپل ځان باور نهٔ دے پکار ۔
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتٰىهُ اٰتِنَا غَدَآءَنَا١٘ لَقَدْ لَقِیْنَا مِنْ سَفَرِنَا هٰذَا نَصَبًا۝۶۲
بیا چې کله مخکښې لاړو ، موسٰی ځلمی ته ووې راؤړه زمونږ خوراک مونږ بیا موندو پهٔ خپل دې سفر کښې تکلیف ۔ ف۸۳
ف۸۳: موسٰیؑ تر اوسه ډېر نهٔ وهٔ ستړے شوے چې دَ مطلب دَ ځائې نه واؤړېدو نو پهٔ ستومانیٔ پوهه شو (ملګری ته ېٔ ووې پهٔ دې اوس مزل خو زهٔ ډېر ستړے شوم)۔
قَالَ اَرَءَیْتَ اِذْ اَوَیْنَاۤ اِلَی الصَّخْرَةِ فَاِنِّیْ نَسِیْتُ الْحُوْتَ١٘ وَ مَاۤ اَنْسٰىنِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْكُرَهٗ١ۚ وَ اتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ١ۖۗ عَجَبًا۝۶۳
هغهٔ ورته ووې تهٔ ګوره کنه کوم ځائې چې مونږ دَ ګټې خوا کښې دمه وکره ، نو زما هېر شو مهے اؤ دا خو زما نه شیطان هیر کړو چې تا ته مې یاد کړی وې ف۸۴ اؤ هغهٔ خو ځان له جوړه کړه پهٔ دریاب کښې لار عجیبه غوندې ۔
ف۸۴: یعنی داسې دَ مطلب خبره پهٔ موقع هېرؤل دَ شیطان دَ وسوسې کار دے (شیطان مې فکر بل خوا واړؤلو خبره رانه هېره شوه)
قَالَ ذٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ١ۖۗ فَارْتَدَّا عَلٰۤی اٰثَارِهِمَا قَصَصًاۙ۝۶۴
موسٰیؑ ووې دا خو هغه ځائې وهٔ چې مونږ لټؤلو نو دواړه دَ خپلو قدمونو پهٔ نخښه پسې واپس راروان شو ۔ ف۸۵
ف۸۵: معلومیږی داسې چې لویه لار نهٔ وه شاړه لار وه نو دَ خپلو قدمونو پهٔ نخښه پسې را روان شول چې ځائې رانه خطا نهٔ شی ۔
فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَاۤ اٰتَیْنٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَ عَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا۝۶۵
نو وېٔ موندو زمونږ پهٔ خاصو بندیانو کښې یو بنده چې ورکړے وهٔ مونږ رحمت دَ خپل طرف نه اؤ ښیٔلے مو وهٔ ورته دَ خپل طرف نه علم ۔ ف۸۶
ف۸۶: هغه نیک بنده چې حضرت حضرؑ وهٔ چې الله تعالیٰ ورته پهٔ خپل خاص رحمت خپل ډېر رازونه ښیٔلی وو ۔ پهٔ دې کښې اختلاف دے چې حضرت حضرؑ رسول وهٔ کهٔ هسې ولی الله وهٔ؟ دَ داسې بحثونو فیصله دلته نهٔ شی کېدے (علامه عثمانیؒ فرمائی) بیا هم زما خپل خیال پهٔ دې زیات دے چې نبی وهٔ لکه څنګه چې دَ ځنو لویو عالمانو رائے ده چې کوم نبیان کهٔ نوے شریعت رانهٔ وړی بیا هم هغو ته دومره اختیار ورکړې شوے وی چې دَ خاص مصلحت پهٔ بنا دَ موجود شریعت پهٔ ځنو حکمونو کښې تبدیلی وکړې شی ۔ دغه درجه دَ خضرؑ هم وه ۔ والله اعلم ۔ بهرحال دَ دواړو ملاقات چې وشو نو دَ سلام دعا نه پس خضرؑ ترېنه تپوس وکړو چې څنګه دې پېښه وکړه ۔ موسٰیؑ ورته ټول حال ووې چې دغه شان دَ علم پهٔ تلاش راغلے یم ۔ نو خضرؑ ورته ووې ۔ بېشکه تهٔ نبی ئ ۔ الله تعالیٰ ستا خاص ترتیب کړے دے ۔ بیا هم دَ الله دَ طرف نه دَ ځنو جزوی خبرو علم ما ته دومره راکړې شوے دے چې هغه هومره تا ته نهٔ دے درکړې شوے ۔ اؤ یو علم دَ (شریعت دَ رازونو) تا ته درکړے شوے دے چې هغه زما سره نشته ۔ پهٔ دریاب یوې چنچڼې اوبهٔ څښلې هغې ته ېٔ اشاره وکړه چې زما اؤ ستا دَ علمونو دَ الله تعالیٰ دَ بې انتها علم سره داسې نسبت دے لکه دَ دې دریاب نه دَ چنچڼې مښوکې پورې څو قطرې ونښتې (دا هم هسې دَ پوهې دپاره یو مثال دے ګنی دَ محدود اؤ لامحدود ترمینځه هېڅ نسبت نشته) ۔
قَالَ لَهٗ مُوْسٰی هَلْ اَتَّبِعُكَ عَلٰۤی اَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا۝۶۶
موسٰی ووې کهٔ اجازت وی چې تا سره شم دې دپاره چې تهٔ وښیٔ ما ته څهٔ برخه چې ښیٔلے شوے تا ته دَ نیکیٔ لار ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی کهٔ اجازت وی چې څو ورځې تا سره دېره شم اؤ دَ ستا دَ علم نه څهٔ برخه زهٔ هم حاصله کړم ۔
قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا۝۶۷
هغهٔ ووې تهٔ هرګز ما سره ګزاره نهٔ شې کؤلے اؤ څنګه به چپ پاتې شې ،
وَ كَیْفَ تَصْبِرُ عَلٰی مَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ خُبْرًا۝۶۸
اؤ دَ داسې کار پهٔ لیدو چې تهٔ طاقت نهٔ لرې پهٔ هغې دَ پوهې ۔ ف۸۸
ف۸۸: حضرت حضرؑ چې دَ موسٰیؑ طبیعت ته وکتل نو دَ قیافې نه ېٔ اندازه ولګؤله چې زما اؤ ستا ملګرتیا ګرانه ده ۔ ځکه چې خضرؑ ته چې کوم (تکوینی) علم ورکړې شوے وهٔ هغه دَ هغې موافق عمل کؤلو باندې مجبور وهٔ اؤ چې کوم ځائې به دَ خضرؑ کار دَ شریعت دَ عام قانون نه پهٔ ظاهره خلاف وهٔ ۔ موسٰیؑ به ضرور ټوکلو ۔ داسې کار باندې چپ پاتې کېدل هغهٔ دپاره ډېر ګران کار وهٔ ۔
قَالَ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ صَابِرًا وَّ لَاۤ اَعْصِیْ لَكَ اَمْرًا۝۶۹
هغهٔ ووې تهٔ به ما بیا مومې کهٔ دَ الله خوښه وه صبر کؤنکے ، اؤ نافرمانی به نهٔ کؤم ستا دَ هېڅ حکم ۔ ف۸۹
ف۸۹: دَ دې وعدې کؤلو پهٔ وخت به شاید چې دَ موسٰیؑ دا خیال هم نهٔ وهٔ چې داسې پاک سړے به چرته دَ شریعت دَ عام قانون خلاف کار کوی ۔ دا ښهٔ وه چې انشاء الله ېٔ ورسره وئیلی وو ګنی دَ یو قطعی وعدې خلاف کؤل دَ نبی دَ شان سره مناسب نهٔ وو ۔
قَالَ فَاِنِ اتَّبَعْتَنِیْ فَلَا تَسْـَٔلْنِیْ عَنْ شَیْءٍ حَتّٰۤی اُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا۠۝۷۰
هغهٔ ووې کهٔ ما سره وسې نو ما نه تپوس مهٔ کوه دَ هېڅ خبرې تر دې چې زهٔ شروع کړم (خپله) دَ هغې ذکر ۔ ف۹۰
ف۹۰: یعنی کهٔ یو کار درته پهٔ ظاهره ناروا ښکاره شی نو سمدستی پهٔ ما اعتراض مهٔ کوه ۔ صبر کوه چې زهٔ درته خپله راز ووایم ۔
فَانْطَلَقَا١ٙ حَتّٰۤی اِذَا رَكِبَا فِی السَّفِیْنَةِ خَرَقَهَا١ؕ قَالَ اَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ اَهْلَهَا١ۚ لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا اِمْرًا۝۷۱
بیا دواړه روان شول ، تر دې چې سوارهٔ شو پهٔ کشتۍ کښې نو هغه ېٔ ماته کړه ۔ موسٰی ووې تا دا دې دپاره ماته کړه چې دا خلق غرق کړې ۔ بېشکه تا وکړو یو ډېر ناشنا کار ۔ ف۹۱
ف۹۱: پهٔ کشتۍ کښې چې سورېدل نو ماڼګانو خضرؑ وپېژندو اؤ مفت ېٔ سور کړو بې کرائے ۔ نو چې غاړې ته ورسېدهٔ خضرؑ ورته یوه تخته ماته کړه ۔ عیب جنه ېٔ کړه ۔ موسٰیؑ ته ډېره عجیبه ښکاره شوه چې دَ هغو دَ ښېګړې پهٔ بدل کښې ورته نقصان ورکړې شو ۔
قَالَ اَلَمْ اَقُلْ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا۝۷۲
هغهٔ ووې آیا ما درته وئیلی نهٔ وو چې تهٔ ما سره دَ صبر کؤلو طاقت نهٔ لرې؟
قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِیْ بِمَا نَسِیْتُ وَ لَا تُرْهِقْنِیْ مِنْ اَمْرِیْ عُسْرًا۝۷۳
موسٰی ووې مهٔ نیسه ما زما پهٔ هېرو ۔ اؤ زما پهٔ دې کار کښې ما سره سختی مهٔ کوه ۔ ف۹۲
ف۹۲: یعنی کهٔ پهٔ هېره اؤ خطا هم ګرفت کوے نو زما ستا ملګرتیا ګرانه ده ۔ وائی چې وړومبے تپوس موسٰیؑ پهٔ هېره کړے وهٔ ۔ دویٔم دَ وعدې دپاره اؤ دریٔم دَ جدا کېدو دپاره ۔
فَانْطَلَقَا١ٙ حَتّٰۤی اِذَا لَقِیَا غُلٰمًا فَقَتَلَهٗ١ۙ قَالَ اَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِیَّةًۢ بِغَیْرِ نَفْسٍ١ؕ لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا نُّكْرًا۝۷۴
بیا دواړه روان شول ، تر دې چې وېٔ لیدو یو هلک ، نو هغه ېٔ قتل کړو ، ف۹۳ موسٰی ووې آیا قتل دې کړو یو پاک نفس ف۹۴ بې دَ بل نفس دَ بدلے؟ بېشکه دا خو دې ډېر خراب کار وکړو ۔ ف۹۵
ف۹۳: دَ یو کلی پهٔ خوا کښې وړو لوبې کؤلے پهٔ هغو کښې چې کوم ډېر ښائسته اؤ هوښیار هلک وهٔ ۔ خضرؑ هغه را ونیوهٔ قتل ېٔ کړو ۔ پهٔ ځنو روایتونو کښې دَ دغه هلک نوم جیسور راغلے دے ۔ دا هلک بالغ وهٔ کهٔ نابالغ؟ ځنو عالمانو وئیلی دی چې بالغ وهٔ خو عام مفسران دا وائی چې نابالغه وهٔ ۔
ف۹۴: یعنی یو بې ګناه بنده دې قتل کړو ۔ دا لفظ پهٔ ظاهره دَ نابالغ والی تائید کوی (تر څو چې هلک بالغ شوے نهٔ وی څهٔ ګناه پرې نهٔ وی) خو دَ نورو دپاره دَ ځواب ګنجائش شته ۔
ف۹۵: یعنی اول خو نابالغه باندې قصاص هم نشته ۔ اؤ دلته خو دَ قصاص هډو څهٔ خبره هم نهٔ وه ۔ نو دَ ناحقه قتل نه زیات خراب کار به بل څهٔ وی؟