پارہ 13

وَ مَاۤ اُبَرِّئُ نَفْسِیْ١ۚ اِنَّ النَّفْسَ لَاَمَّارَةٌۢ بِالسُّوْٓءِ اِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّیْ١ؕ اِنَّ رَبِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۵۳
اؤ زهٔ پاک نهٔ وایٔم خپل زړهٔ ته ، بېشکه زړهٔ خوښوی بدی مګر کوم رحم چې کړے زما رب ، بېشکه زما رب ډېر بخښونکے مهربانه دے۔ ف۷۸
ف۷۸: یوسفؑ پهٔ خپله پاکیٔ څرګندؤلو ډېر زور لګؤلے وهٔ ممکنه وه چې ظاهربین سړی ته ورباندې څهٔ شک پیدا شوے وې ، چې دې پهٔ خپله پاکیٔ ډېر نازیږی اؤ فخر پرې کوی نو هغهٔ دَ خپلې پاکیٔ حقیقت څرګند کړو چې زهٔ فخر نهٔ کوم اؤ نهٔ مې پهٔ خپل نفس داسې باور دے ۔ دا خو خالص دَ الله پاک فضل دے چې څوک دَ ناکاروالی نه بچ کړی اؤ هم دغه دَ الله فضل دَ نبیانو دَ پاکیٔ ضمانت دے ۔ ګنی نفس خو هر څوک بدیٔ ته راکاږی یعنی کهٔ دَ الله پاک فضل نهٔ وې نو زما نفس به هم دَ نورو خلقو پهٔ شان شوے وهٔ۔ اِنَّ رَبِّیْ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝ کښې دې ته اشاره وشوه چې سرکش نفس (اماره) چې توبه وباسی اؤ ځان ملامته وګڼی (نفس لِوّامه) شی نو الله پاک ورته زاړهٔ ګناهونه معاف کوی۔ بلکې ورو ورو ېٔ پهٔ خپل فضل دَ اطمینان درجې ته (نفس مطمئنّه) ته ورسوی ۔ حافظ ابن تیمیهؒ اؤ ابنِ کثیرؒ وغېره مفسرانو دَ ”ذٰلِكَ لِیَعْلَمَ“ نه تر ”غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ“ پورې دا ټول آیتونه دَ زلیخې قول ګرځؤلے دے ۔ یعنی زلیخا وائی چې ما دا اقرار چې ”اَنَا رَاوَدْتُهٗ عَنْ نَفْسِهٖ“ ځکه وکړو چې عزیز ته معلومه شی چې ما دَ دهٔ نه پشی شا نور خیانت نهٔ دے کړے ۔ صرف یوسفؑ باندې مې کوشش کړے وهٔ خو هغې کښې هم کامیابه نهٔ شوم۔ کهٔ ما نور څهٔ خیانت کړے وې نو دَ هغې راز به هم الله تعالیٰ فاش کړے وهٔ ۔ ځکه چې الله دَ خیانت ګرو فریب نهٔ چلوی۔ البته زهٔ خپل ځان پاک نهٔ ګڼم ۔ څومره غلطی چې زما نه شوے ده دَ هغې اقرار کوم ۔ زهٔ هم دَ نورو خلقو پهٔ شان دَ نفس دَ شرارت نه پاکه نهٔ یم ۔ دَ دې نه خو دَ یوسفؑ غوندې پاکباز سړے بچ کېدے شی پهٔ چا چې دَ الله خاص فضل وی۔ ابو حیانؒ هم دغه دَ زلیخې قول ګرځؤلے دے خو هغهٔ دَ ”لِیَعْلَمَ “ اؤ دَ ”لَمْ اَخُنْهُ“ ضمیرونه دَ عزیز پهٔ ځائې یوسفؑ ته راجع کړی دی۔ یعنی چې یوسفؑ ته دا معلومه شی چې زهٔ دَ خپلې ګناه اقرار کوم اؤ دَ یوسفؑ پهٔ غیر موجودګیٔ کښې مې څهٔ غلطه خبره نهٔ ده کړے اؤ خپل جرم مې پهٔ دهٔ نهٔ دے تپلې۔ والله اعلم۔
وَ قَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖۤ اَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِیْ١ۚ فَلَمَّا كَلَّمَهٗ قَالَ اِنَّكَ الْیَوْمَ لَدَیْنَا مَكِیْنٌ اَمِیْنٌ۝۵۴
اؤ بادشاه ووې راولیٔ هغه ما ته چې زهٔ ېٔ خاص کړم دَ خپل کار دپاره ۔ ف۷۹ کله چې ېٔ هغهٔ سره خبرې وکړې نو وېٔ وې واقعی تا نن ما سره ځائې بیا موندو پهٔ درناوی ۔ ف۸۰
ف۷۹: یعنی زما خاص صلاح کار به شی (دَ حکومت پهٔ کارونو کښې به صلاح راکوی)
ف۸۰: څهٔ ېٔ دَ وخته معتقد شوے وهٔ۔ څهٔ چې ورسره مخامخ شو اؤ هغه نورانی څهره ېٔ ولیده نو نور هم پرې میٔن شو۔ اؤ ورته ېٔ ووې چې تهٔ به اوس زما سره ډېر پهٔ قدر اؤ عزت وسې۔ شاه صاحب لیکی۔ اوس ېٔ دَ عزیز سره تعلق ختم شو اؤ دَ بادشاه دَ مجلس ملګرے شو۔
قَالَ اجْعَلْنِیْ عَلٰی خَزَآىِٕنِ الْاَرْضِ١ۚ اِنِّیْ حَفِیْظٌ عَلِیْمٌ۝۵۵
یوسفؑ ووې ما مقرر کړه دَ ملک پهٔ خزانو باندې ، زهٔ حفاظت کؤنکے یم ښهٔ پوهه۔ ف۸۱
ف۸۱: یعنی دَ خزانې حفاظت به هم ښهٔ کوم اؤ دَ خرڅ پهٔ انداز حساب و کتاب ساتلو هم ښهٔ پوهېږم ۔ یو سفؑ خپله درخواست وکړو اؤ دَ حکومت دَ مالیاتو ذمه داری ېٔ پهٔ خپل سر واخسته چې پهٔ دې طریقه عام مخلوق ته فائده ورسؤلے شی اؤ خاص دَ قحط پهٔ وخت کښې خو دَ ډېر انتظام اؤ سخت احتیاط ضرورت وی چې دَ خلقو خبر ګیری هم وشی اؤ دَ حکومت پهٔ مالی حالت کښې هم څهٔ نقصان رانهٔ شی۔ دَ دې نه معلومیږی چې دَ نبیانو عقل پهٔ دنیاوی کارونو کښې هم کامل وی اؤ دا چې دَ خلقو خدمت اؤ دَ مالیاتو قصې سنبالؤل دَ پېغمبریٔ دَ شان اؤ دَ زبرګیٔ نه خلاف نهٔ دی بل دا چې کهٔ یو سړے پهٔ روغ نیت ووائی چې زهٔ دَ دې عهدې دپاره اهل یم اؤ دَ بل نه دا کار ښهٔ کؤلے شم نو دَ مسلمانانو دَ فائدې اؤ مخلوقِ خدا دَ خدمت دپاره خپله یوې عهدې ته درخواست کؤل اؤ یو ذمه واری پهٔ سر اخستل جائز دی اؤ کهٔ دَ ضرورت پهٔ وخت څوک دَ خپلو ښو اخلاقو اؤ قابلیت ذکر وکړی نو بده خبره نهٔ ده اؤ دَ ځان پهٔ ستائیلو کښې نهٔ حسابیږی۔ دَ عبد الرحمٰن بن سمرهؓ دَ یو حدیث نه معلومیږی چې کهٔ یو سړے خپله دَ امیریٔ یعنی دَ یوې عهدې طلب وکړی نو دَ هغې پېټے دَ هغهٔ پهٔ وږو کښېښوې شی (غیبی امداد ورسره نهٔ کیږی) نو دا خبره پهٔ هغه وخت کښې ده کهٔ یو سړے عهده دَ خپل ذاتی غرض ، ذاتی عزت اؤ نفس دَ خواهش پوره کؤلو دپاره طلب کوی۔ اؤ کهٔ دَ خلقو دَ فائدې پهٔ غرض ېٔ کوی اؤ دَ ځان دَ لوییٔ یا څهٔ ذاتی غرض دپاره ېٔ نهٔ غواړی نو خیر دے۔ والله اعلم۔
وَ كَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ١ۚ یَتَبَوَّاُ مِنْهَا حَیْثُ یَشَآءُ١ؕ نُصِیْبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَّشَآءُ وَ لَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ۝۵۶
اؤ دغه شان مونږ طاقت ورکړو یوسفؑ ته پهٔ دغه زمکه ۔ چې ځائې دې جوړوی ځان ته ، چرته ېٔ چې خوښه وی۔ ف۸۲ رسوؤ مونږ خپل رحمت چا ته چې وغواړو ۔ اؤ نهٔ ضائع کوؤ اجر دَ نیکانو۔
ف۸۲: چې کوم ځائې ېٔ خوښ وهٔ دېره کېدو اؤ چې څهٔ احکام ېٔ جاری کؤل اختیار ېٔ وهٔ۔ ګویا کهٔ (ریان بن ولید) تش دَ نوم بادشاه وهٔ ۔ واک اختیار اؤ حقیقت کښې بادشاهی دَ یوسفؑ وه ۔ اؤ عزیز به ورته وئیلی شو (دا ېٔ دَ عهدې نوم یا لقب وهٔ) ځنو عالمانو لیکلی دی چې دَ مصر بادشاه دَ یوسفؑ پهٔ لاس مسلمان شو اؤ پهٔ دغه زمانه کښې عزیز مړ شو نو دَ هغهٔ ښځه یوسفؑ پهٔ نکاح کړه ۔ والله اعلم۔
(محدثین پهٔ دې روایت اعتبار نهٔ کوی)
وَ لَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ كَانُوْا یَتَّقُوْنَ۠۝۵۷
اؤ ثواب دَ آخرت بهتر دے هغه چا ته چې ایمان ېٔ واؤړو اؤ وسېدو پرهېزګار۔ ف۸۳
ف۸۳: څوک چې دَ نیکیٔ لار خوښه کړی هغوی ته پهٔ دنیا کښې هم لویه مرتبه اؤ خوږه مېوه ورکوی۔ مالداری اؤ حکومت اؤ دَ آرام ژوند وی اؤ کهٔ پاک ژوند اؤ دَ زړهٔ غنی والے۔ حضرت یوسفؑ ته الله پاک دا ټول څیزونه ورکړی وو۔ پاتې شو دَ آخرت ثواب نو دَ یو ایماندار دپاره دا ثواب دَ هر څهٔ نه بهتر دے۔ حضرت شاه صاحب لیکی۔ دا دَ مکّې معظّمې دَ کفارو دَ خبرې ځواب شو چې دَ ابراهیمؑ اولاد پهٔ دې طریقه دَ شام نه مصر ته ورسیدو اؤ بیا بنی اسرائیل دلته آباد شو۔ اؤ دا بیان هم واضح شو چې خپلو وروڼو یوسفؑ دَ کور نه وشړولو چې بې عزته شی۔ خو الله پاک ډېر عزت اؤ حکومت ورکړو (اؤ وروڼه ېٔ ذلیل شو) هم دغه شان زمونږ دَ نبی کریمﷺ سره هم وشوه (چې مشرکانو دَ کلی نه پهٔ هجرت مجبور کړو۔ الله پاک اسلام ته طاقت ورکړو اؤ نبی کریمﷺ بیا هغه کلی دَ یو فاتح پهٔ شکل راغلو۔ اؤ دَ مکّې معظّمې مشرکان ورته شرمنده ولاړ وو)۔
وَ جَآءَ اِخْوَةُ یُوْسُفَ فَدَخَلُوْا عَلَیْهِ فَعَرَفَهُمْ وَ هُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ۝۵۸
اؤ راغلل وروڼه دَ یوسفؑ نو راننوتل دَ هغهٔ سره نو هغهٔ دوی وپېژندل اؤ هغوی دې نهٔ پېژندو۔ ف۸۴
ف۸۴: شاه صاحب موضح القرآن کښې لیکلی دی۔ کوم وخت چې یوسفؑ مصر کښې دَ اختیار مالک شو نو دَ خوب دَ تعبیر موافق ووهٔ کاله وطن ښهٔ آباد وهٔ ۔ ملک کښې غله ډېره وه۔ یوسفؑ دَ ټول ملک زیاتی غله محفوظ کړه (ګودامونه ېٔ ترې ډک کړل) بیا ووهٔ کاله قحطی راغله نو هغې غلې ته ېٔ یو مناسب نرخ مقرر کړو۔ دَ وطن پهٔ خلقو به ېٔ خرڅؤله اؤ دَ نورو ملکونو خلقو ته به ېٔ هم ورکؤله خو یو سړی ته به ېٔ دَ اوښ دَ یو بار نه زیاته نهٔ ورکؤله ۔ چې ملک کښې دَ غلې کمې رانهٔ شی۔ پهٔ دې طریقه خلق هم دَ قحط دَ سختیٔ نه بچ شول اؤ دَ بادشاه خزانه هم دَ مال نه ډکه شوه ۔ پهٔ خواؤ شا ملکونو هم قحطی وه اؤ هر ځائې دا غږ وهٔ چې مصر کښې غله ارزانه ده۔ دَ یوسفؑ وروڼه هم غلې اخستو ته مصر ته راغلل۔ دَ هغوی پهٔ شکل اؤ طرزِ لباس کښې څهٔ خاص فرق نهٔ وهٔ راغلے۔ نو یوسفؑ وپېژندل۔ بل دا چې څنګه دَ حکومتونو طریقه ده دَ بل ملک دَ سړی نوم نسب اؤ حال احوال معلوموی نو دَ هغهٔ خادمانو به هم دَ دوی نومونه اؤ حال معلوم کړے وی۔ پهٔ دې ېٔ هم وپېژندل۔ او یوسفؑ خو دَ هغوی نه ډېر وړوکے جدا شوے وهٔ ۔ بل دا چې اوس دَ بادشاهیٔ پهٔ شان شوکت کښې وهٔ ۔ نو هغوی ېٔ دَ تپوس جرأت هم نهٔ شو کؤلے۔ اؤ دې طرف ته ېٔ خیال هم نهٔ تلو ځکه ېٔ ونهٔ پېژندو۔
وَ لَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُوْنِیْ بِاَخٍ لَّكُمْ مِّنْ اَبِیْكُمْ١ۚ اَلَا تَرَوْنَ اَنِّیْۤ اُوْفِی الْكَیْلَ وَ اَنَا خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ۝۵۹
اؤ کله چې تیار ېٔ کړو هغوی ته سامان ۔ ورته ېٔ ووې راولیٔ ما ته ستاسو ورور دَ پلار دَ طرف نه تاسو نهٔ ګوریٔ چې زهٔ پوره ورکؤم پیمانه ، اؤ زهٔ دَ میلمنو ښهٔ میلمستیا کوم۔ ف۸۵
ف۸۵: یوسفؑ دَ خپلو وروڼو ښهٔ خاطر مدار وکړو۔ اؤ ټولو ته ېٔ یو یو اوښ بار غله ورکړه ۔ دا خاصه مهربانی اؤ خوش اخلاقی چې ېٔ ولیده نو هغوی ورته خواست وکړو چې زمونږ یو میرنے ورور بنیامین پلار ایسار کړے دے ، ځکه چې دَ هغهٔ یو ورور یوسفؑ مخکښې ورک شوے وهٔ ۔ نو پهٔ هغهٔ ېٔ سفر ته زړهٔ نهٔ کېدو۔ دَ هغهٔ برخه بار هم راکړه ۔ یوسفؑ ورته ووې چې داسې پشی شا برخه ورکؤل دَ قانون نه خلاف دی ۔ تاسو بیا راشیٔ اؤ هغه ورور درسره راولیٔ ۔ زما مهربانی اؤ میلمستیا خو تاسو خپله ولیده ۔ هغهٔ ته به دلته هېڅ تکلیف نهٔ وی ۔ ضرور ېٔ راولیٔ۔
فَاِنْ لَّمْ تَاْتُوْنِیْ بِهٖ فَلَا كَیْلَ لَكُمْ عِنْدِیْ وَ لَا تَقْرَبُوْنِ۝۶۰
بپا کهٔ هغه مو رانهٔ وستو نو نشته ستاسو دپاره ما سره بارونه ، اؤ ما ته نژدے مهٔ راځیٔ۔ ف۸۶
ف۸۶: کهٔ هغه مو رانهٔ وستو نو معلونه به شی چې تاسو دروغ وې اؤ پهٔ ټګۍ مو بار غله زیاته وړه ۔ دَ دې سزا دا ده چې بیا به ستاسو برخه هم بنده شی اؤ تاسو ته به زما حکومت کښې دَ راننوتو یا ما ته دَ نژدے راتلو اجازت هم نهٔ وی۔
قَالُوْا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ اَبَاهُ وَ اِنَّا لَفٰعِلُوْنَ۝۶۱
هغوی ووې مونږ به ېٔ دَ پلار نه وغواړو ، اؤ مونږ به دا کار ضرور کوؤ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی اګرچې دَ پلار نه دَ هغهٔ دَ راوستو اجازت اخستل ګران دی خو مونږ پهٔ خپل کوشش ضرور وکړو اؤ شاید چې کامیاب شو۔
وَ قَالَ لِفِتْیٰنِهِ اجْعَلُوْا بِضَاعَتَهُمْ فِیْ رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَعْرِفُوْنَهَاۤ اِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۶۲
اؤ یوسفؑ خپلو خادمانو ته ووې کېږدیٔ دَ دوی سرمایه دَ دوی پهٔ اسباب کښې ، شاید چې وېٔ پېژنی کله چې کور ته واپس ورسی ۔ شاید چې بیا واپس راشی۔ ف۸۸
ف۸۸: یعنی دَ غلې کوم قیمت چې ېٔ ورکړو خادمانو ته ېٔ حکم وکړو چې دا پیسې هم ورته پټې پهٔ سامان کښې کېږدیٔ۔ چې کور ته ورسی اؤ کډه کښې رقم ووینی نو دوباره به خامخا راشی (هسې نه چې نورې پیسې ورسره نهٔ وی اؤ دَ بیا راتلو نه پهٔ دې وجه پاتی شی) ځکه ېٔ ورته رقم واپس کړو چې پاتی نهٔ شی خامخا راشی (ځنی عالمانو لیکلی دی چې یوسفؑ ته دَ وروڼو نه پیسې اخستل دَ سخاوت اؤ شرافت نه خلاف ښکارېدو ځکه ېٔ واپس کړې)
فَلَمَّا رَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْهِمْ قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَیْلُ فَاَرْسِلْ مَعَنَاۤ اَخَانَا نَكْتَلْ وَ اِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ۝۶۳
بیا کله چې هغوی ورسېدل خپل پلار ته ، نو وېٔ وئیل اے پلاره! بند کړې شو پهٔ مونږ دَ غلې بار نو واستوه مونږ سره ورور چې غله راؤړو ۔ اؤ مونږ به دَ دهٔ حفاظت کوؤ ۔ ف۸۹
ف۸۹: دَ یوسفؑ غوندې بې پروا کیږو به ترې نه ، اوس بیدار شوی یو ښهٔ حفاظت به ېٔ کوؤ۔
قَالَ هَلْ اٰمَنُكُمْ عَلَیْهِ اِلَّا كَمَاۤ اَمِنْتُكُمْ عَلٰۤی اَخِیْهِ مِنْ قَبْلُ١ؕ فَاللّٰهُ خَیْرٌ حٰفِظًا١۪ وَّ هُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ۝۶۴
پلار ورته ووې ولې زهٔ باور وکړم دَ دهٔ پهٔ حق کښې پهٔ تاسو داسې لکه چې مې باور کړے وهٔ پهٔ تاسو دَ دهٔ دَ ورور پهٔ حق کښې دَ دې نه مخکښې۔ نو الله بهتر نګهبان دے اؤ هغه دَ ټولو مهربانو نه زیات مهربان دے ف۹۰
ف۹۰: یعنی دغه الفاظ ”وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ “ خو تاسو دَ یوسفؑ دپاره هم وئیلی وو۔ نو ډېر ښهٔ حفاظت مو ېٔ وکړو۔ دغه شان به اوس هم وکړیٔ ۔ پهٔ تاسو مې اعتبار نشته خو اوس سخت ضرورت دے ۔ مجبورًا دې درسره استوم۔ اؤ دَ الله پهٔ حفاظت کښې به ېٔ درکړم ۔ هغه به پهٔ خپل فضل دَ دهٔ حفاظت وکړی۔ اؤ دَ یوسفؑ دَ جداییٔ نه پس به راباندې بل تکلیف نهٔ راولی۔
وَ لَمَّا فَتَحُوْا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوْا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ اِلَیْهِمْ١ؕ قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مَا نَبْغِیْ١ؕ هٰذِهٖ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ اِلَیْنَا١ۚ وَ نَمِیْرُ اَهْلَنَا وَ نَحْفَظُ اَخَانَا وَ نَزْدَادُ كَیْلَ بَعِیْرٍ١ؕ ذٰلِكَ كَیْلٌ یَّسِیْرٌ۝۶۵
اؤ کله چې هغوی پرانستو خپل سامان بیا ېٔ مونده خپله سرمایه چې واپس شوے وه ورته۔ وېٔ وئیل اے پلاره مونږ نور څهٔ غواړو۔ دا ده زمونږ سرمایه مونږ ته واپس شوے ده چې لاړ شو نو غله به راؤړو کور ته اؤ حفاظت به کوؤ دَ خپل ورور ، اؤ زیات به کړو یو بار دَ اوښ، ف۹۱ دا خو ډېر اسان بار دے۔ ف۹۲
ف۹۱: یعنی دَ بنیامین برخه بار به زیات شی۔
ف۹۲: اؤ دا بار صرف دَ بنیامین پهٔ تلو لاس ته راځی۔ دا خو ډېر آسان کار دے نو دې راسره ضرور پرېږده ۔ چې لاړ شی۔ ځنو مفسرانو دَ ”ذٰلِكَ كَیْلٌ یَّسِیْرٌ “ کښې یَسِیْر دَ قلیل پهٔ معنٰی اخستې دے ۔ یعنی دا کومه غله چې مونږ راؤړه دا خو لږه ده ، دې قحط کښې به تر څو ګزاره وکړی نو هر څنګه چې وی بیا تلهٔ پکار دی چې دَ ټولو برخه نوره غله راؤړو۔ دَ بنیامین بار به هم پکښې زیات شی نو څهٔ موده ګزاره به روانه شی۔
قَالَ لَنْ اُرْسِلَهٗ مَعَكُمْ حَتّٰی تُؤْتُوْنِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ لَتَاْتُنَّنِیْ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّحَاطَ بِكُمْ١ۚ فَلَمَّاۤ اٰتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ۝۶۶
پلار ېٔ ووې زهٔ دې هرګز نهٔ استوم تاسو سره تر دې چې پوخ قول راکړیٔ دَ الله پهٔ نوم ۔ چې ضرور به ېٔ رارسویٔ ما ته مګر دا چې تاسو ټول راګېر شیٔ ۔ بیا کله چې ټولو ورکړو قول۔ وېٔ وئیل الله زمونږ دَ دې خبرو نګهبان دے۔ ف۹۳
ف۹۳: یعنی کهٔ قدرتی څهٔ داسې حادثه پېښه شوه چې ټول پکښې ګیر شویٔ اؤ دَ خلاصی څهٔ درک نهٔ وهٔ نو بیا خو مجبوری ده ۔ البته دا وعده وکړیٔ چې څومره مو وس کیږی دَ بنیامین حفاظت کښې به کمې نهٔ کویٔ۔ دا قسمونه ېٔ ترې واخستل اؤ بیا ېٔ دَ زیاتی تاکید دپاره الله دَ دوی پهٔ دې وعده ګواه کړو۔ اَللہُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ۝
یعنی کومه وعده چې تاسو کویٔ دا ټول دَ الله پهٔ حواله دی۔ کهٔ بې لوظی مو وکړه نو هغه به سزا درکوی۔ یا دا چې تاسو خو دَ خپل طرفه وعده پخه وکړه لېکن دَ دې خبرو اصلی مقصد به دَ الله پهٔ حفاظت اؤ نګهبانیٔ پوره کیږی۔ کهٔ دَ الله پاک رضا نهٔ وی نو ټول تدبیرونه به پهٔ ځائې پاتی شی۔ شاه صاحب لیکلی دی ظاهری اسباب ېٔ هم برابر کړل اؤ بیا ېٔ اعتماد پهٔ الله وکړو۔ هم دغه هر چا ته حکم دے۔
وَ قَالَ یٰبَنِیَّ لَا تَدْخُلُوْا مِنْۢ بَابٍ وَّاحِدٍ وَّ ادْخُلُوْا مِنْ اَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ١ؕ وَ مَاۤ اُغْنِیْ عَنْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ١ؕ اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ١ؕ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ١ۚ وَ عَلَیْهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ۝۶۷
اؤ پلار ورته ووې اے بچو مهٔ ننوځیٔ ټول پهٔ یوه دروازه اؤ ننوځیٔ پهٔ بیلو بیلو دروازو۔ اؤ زهٔ نهٔ شم بچ کؤلے تاسو دَ الله دَ څهٔ خبرې نه ۔ نشته دَ بل چا حکم بې دَ الله نه ۔ هم پهٔ هغهٔ زما باور دے ۔ اؤ هم پهٔ هغهٔ باور پکار دے باور کؤنکیو ته ۔ ف۹۴
ف۹۴: دَ یوسفؑ وروڼه پهٔ وړومبی ځل مصر ته دَ عامو مسافرو پهٔ شان لاړ وو لېکن دَ یوسفؑ خاصې توجه اؤ مهربانیٔ ورته دَ خلقو پام کړو نو اوس دوباره پهٔ یو خاص شان بلکې دَ یوسفؑ پهٔ بلنه تلل نو دَ بنیامین دَ محبت اؤ حفاظت پهٔ خیال چې پلار ورسره دَ یوسفؑ نه پس ډېره مینه کؤله ۔ دَ یعقوبؑ پهٔ زړهٔ کښې دا خیال راغلو چې یوولس (۱۱) ښائسته ځلمی چې پهٔ یو ځائې پهٔ دروازه ننوځی نو دَ یوسفؑ دَ خاصې توجه پهٔ وجه به دَ ټولو خلقو پهٔ نظر کښې راځی۔ اؤ نظر لګېدل یو حقیقت دے نو دَ خلقو دَ بد نظر نه بچ کؤلو دپاره یعقوبؑ دا تدبیر وکړو چې ګډوډ شیٔ ، پهٔ شان شوکت ښار ته مهٔ ننوځیٔ ، دَ عامو مسافرو پهٔ شان ورشیٔ چې دَ چا درته خیال نهٔ وی۔ اؤ ورسره ېٔ ورته دا نصیحت هم وکړو چې دَ تقدیر فیصله پهٔ تدبیر نهٔ شی بدلېدے۔ پهٔ ټوله دنیا حکم یواځې دَ الله چلیږی۔ دَ الله دَ حکم پهٔ مقابله کښې زمونږ ټول انتظام بې کاره دے۔ البته دَ تدبیر چل هم راته هغهٔ ښیٔلے دے اؤ جائز دے۔ بنده ته پکار دی چې خپل تدبیر پوره پوره کوی اؤ بیا اعتماد پهٔ الله کوی (چې هغه به زمونږ دا تدبیر کامیاب کړی) نو هلکانو ته ېٔ نصیحت وکړو چې پهٔ خپل تدبیر غرور مهٔ کویٔ۔ اعتماد پهٔ الله کویٔ هغه چې څهٔ غواړی هم هغه کیږی۔
وَ لَمَّا دَخَلُوْا مِنْ حَیْثُ اَمَرَهُمْ اَبُوْهُمْ١ؕ مَا كَانَ یُغْنِیْ عَنْهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ اِلَّا حَاجَةً فِیْ نَفْسِ یَعْقُوْبَ قَضٰىهَا١ؕ وَ اِنَّهٗ لَذُوْ عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنٰهُ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۠۝۶۸
اؤ کله چې ننوتل څنګه چې ورته حکم کړے وهٔ پلار ۔ ف۹۵ هېڅ ېٔ نهٔ شو بچ کؤلے دَ الله دَ څهٔ خبرې نه ۔ خو یو خواهش وهٔ دَ یعقوبؑ پهٔ زړهٔ کښې چې پوره ېٔ کړو۔ اؤ هغه خو دَ علم خاوند وهٔ ځکه چې مونږ ورته علم ورکړے وهٔ ۔ لېکن ډېر خلق نهٔ پوهیږی۔ ف۹۶
ف۹۵: یعنی پهٔ بیلو بیلو دروازو جدا جدا ننوتل څنګه چې ورته پلار وئیلی وو۔
ف۹۶: یعنی اګرچې دَ دغه تدبیر پهٔ وجه دَ بدنظر نه خو بچ شو خو تقدیر خپل کار پهٔ بله مخه وکړو۔ بنیامین دَ غلا پهٔ الزام کښې ایسار کړې شو۔ تقدیر بدل نهٔ شو خو څوک چې پوهیږی نو دَ هغوی پهٔ تقدیر یقین هم وی اؤ دَ بچاوی تدبیر هم کوی۔ لیکن بې علمه کهٔ یو وکړی نو بل ترېنه پاتې شی۔ یا خو بالکل پهٔ ظاهری اسبابو اعتبار وکړی ، دَ تقدیر منکر شی اؤ یا پهٔ تقدیر دَ یقین کؤلو مطلب دا واخلی چې لاس ښپې وغزوی اؤ دَ اسبابو خیال پریږدی بې کاره شی۔ عارفان تقدیر اؤ تدبیر دواړه جمع کوی اؤ هر یو پهٔ خپله درجه کښې ساتی۔
وَ لَمَّا دَخَلُوْا عَلٰی یُوْسُفَ اٰوٰۤی اِلَیْهِ اَخَاهُ قَالَ اِنِّیْۤ اَنَا اَخُوْكَ فَلَا تَبْتَىِٕسْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۶۹
اؤ کله چې دوی ورغلل یوسفؑ ته ، نو ځان ته ېٔ جدا کړو هغهٔ خپل سکه ورور ، ورته ېٔ ووې ، بېشکه زهٔ ستا ورور یم ۔ نو تهٔ غم مهٔ کوه پهٔ هغه کارونو چې دوی کړی دی۔ ف۹۷
ف۹۷: یوسفؑ بنیامین دَ نورو وروڼو نه جدا کړو اؤ ځان ته ېٔ ورته ووې چې زهٔ ستا ورور یوسفؑ یم۔ څهٔ ظلمونه چې دې وروڼو پهٔ ما کړی دی اؤ څنګه ېٔ دَ پلار نه جدا کړے یم۔ کوهی کښې ېٔ وغورزؤلم اؤ دَ غلام پهٔ شان ېٔ خرڅ کړم ۔ پلار ته مې ېٔ دَ جداییٔ تکلیف ورسؤلو۔ یا تا سره کهٔ ېٔ پهٔ لار څهٔ بې رخی کړی وی پهٔ دې خفه کېږه مه ۔ اوس به الله پاک زمونږ ټول تکلیفونه ختم کړی اؤ دَ آرام اؤ راحت ژوند به راکړی۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی دا ورور چې یوسفؑ داسې پهٔ مینه راغوښتې وهٔ چې پهٔ دې ورسره دَ هغه نورو وروڼو کینه پیدا شوه اؤ پهٔ لار ېٔ ډېر تنګ کړے وهٔ ، یوسفؑ ځکه تسلّی ورکړه۔
فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَایَةَ فِیْ رَحْلِ اَخِیْهِ ثُمَّ اَذَّنَ مُؤَذِّنٌ اَیَّتُهَا الْعِیْرُ اِنَّكُمْ لَسٰرِقُوْنَ۝۷۰
بیا کله چې ېٔ تیار کړو دَ دوی سامان ۔ نو خپل جام ېٔ دَ ورور پهٔ سامان کښې کښېښود ۔ بیا آواز وکړو یو آواز کؤنکی۔ اے دَ قافلې خلقو تاسو خو غلهٔ ییٔ۔ ف۹۸
ف۹۸: کله چې دَ هغوی سامان تیار شو اؤ غله ېٔ بار کړه نو دَ یوسفؑ پهٔ حکم خادمانو دَ سپینو زرو یو جام دَ بنیامین پهٔ سامان کښې پټ کښېښو ، څوک پرې خبر نهٔ شو۔ بیا چې قافله روانه شوه نو څوکیدارانو شور جوړ کړو چې جام نشته۔ شک ېٔ پهٔ دغه قافلې والو باندې راغلو۔ هغوی لږ اخوا شوی وو چې یو منادی ورپسې آواز وکړو چې ودرېږیٔ دَ بادشاه جام نشته تاسو یقینًا غلهٔ معلومېږیٔ۔
تنبیه: کهٔ دا الفاظ ېٔ دَ یوسفؑ پهٔ وینا وئیلی وی نو مطلب ېٔ دا دے چې نور غلهٔ به مالونه پټوی اؤ تاسو دَ پلار نه ځوئے پټ کړے دے اؤ بیا مو خرڅ کړے دے یقینی غلهٔ ییٔ۔
قَالُوْا وَ اَقْبَلُوْا عَلَیْهِمْ مَّا ذَا تَفْقِدُوْنَ۝۷۱
هغوی ووې اؤ ورته را مخامخ شو ، ستاسو نه څهٔ شے ورک دے۔ ف۹۹
ف۹۹: هغوی وویرېدل ، ورته ېٔ رامخ کړو چې مونږ هسې ولې غلهٔ کویٔ ، مونږ خو چرته لاړ نهٔ یو۔ کډه دَ ستاسو مخکښې ده ۔ دې کښې ېٔ وګوریٔ کهٔ وهٔ ستاسو مال دے۔
قَالُوْا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَ لِمَنْ جَآءَ بِهٖ حِمْلُ بَعِیْرٍ وَّ اَنَا بِهٖ زَعِیْمٌ۝۷۲
خادمانو ووې زمونږ نه ورکه ده دَ بادشاه پیمانه ، اؤ چا چې دا پیمانه راؤړه هغهٔ ته به دَ اوښ بار ورکړې شی اؤ زهٔ دَ دې ذمه وار یم، ف۱۰۰
ف۱۰۰: څوکیدارو ورته ووې چې دَ بادشاه دَ اوبو څښلو جام یا دَ غلې پیمانه کؤلو پیمانه ورکه ده اؤ کهٔ چا پهٔ خپله رضا راؤړه نو دَ اوښ بار غله به انعام کښې ورکړې شی اؤ زهٔ ېٔ دَ ورکؤلو ذمه وار یم۔
قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ عَلِمْتُمْ مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِی الْاَرْضِ وَ مَا كُنَّا سٰرِقِیْنَ۝۷۳
هغوی ووې قسم پهٔ الله تاسو ته معلومه ده چې مونږ دې ملک ته شرارت کؤلو دپاره نهٔ یو راغلی اؤ نهٔ مونږ چرې غلهٔ وو۔ ف۱۰۱
ف۱۰۱: یعنی پهٔ مصر کښې زمونږ خاندان اؤ زمونږ چال چلن هر چا ته معلوم دے۔ نهٔ غلهٔ یو اؤ نهٔ دلته دَ شرارت دپاره راغلی یو۔
قَالُوْا فَمَا جَزَآؤُهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ كٰذِبِیْنَ۝۷۴
خادمانو ووې نو بیا دَ دې څهٔ سزا ده کهٔ تاسو دروغژن ویٔ؟ ف۱۰۲
ف۱۰۲: څوکیدارو ورته ووې هسې بحث مهٔ کویٔ۔ مونږ تلاشی هسی هم اخلو۔ خو دا راته وواییٔ کهٔ شے درسره وختو نو بیا به څهٔ کویٔ (ستاسو پهٔ قانون کښې دَ دې سزا څهٔ ده؟)۔
قَالُوْا جَزَآؤُهٗ مَنْ وُّجِدَ فِیْ رَحْلِهٖ فَهُوَ جَزَآؤُهٗ١ؕ كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ۝۷۵
هغوی ووې دَ دې سزا دا ده چې دَ چا پهٔ سامان کښې وموندې شی ، هغه دې بدله کښې واخستے شی ، هم دغه سزا ورکوؤ مونږ ظالمانو ته۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: دَ ابراهیمؑ پهٔ مذهب دَ غل سزا دا وه چې دَ چا سره به دَ غلا مال ونیؤلے شو هغه به یو کال دَ هغهٔ غلام وهٔ (دَ هغهٔ خدمت به ېٔ کؤلو) دَ یوسفؑ وروڼو پهٔ صفاییٔ سره ورته دَ خپل شریعت موافق دَ غل سزا وښیٔله ځکه چې دَ هغوی پوره یقین وهٔ چې مونږ کښې څوک غل نشته ، نهٔ زمونږ پهٔ کډه کښې دَ غلا شے راوتې شی۔ دغه شان پهٔ خپله خلهٔ راګېر شو۔
فَبَدَاَ بِاَوْعِیَتِهِمْ قَبْلَ وِعَآءِ اَخِیْهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِّعَآءِ اَخِیْهِ١ؕ كَذٰلِكَ كِدْنَا لِیُوْسُفَ١ؕ مَا كَانَ لِیَاْخُذَ اَخَاهُ فِیْ دِیْنِ الْمَلِكِ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ١ؕ نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ١ؕ وَ فَوْقَ كُلِّ ذِیْ عِلْمٍ عَلِیْمٌ۝۷۶
نو بیا یوسفؑ دَ هغوی کډه اول لټؤل شروع کړل دَ ورور دَ کډې نه ۔ آخر ېٔ راووېستو هغه لوښے دَ ورور دَ کډې نه ۔ ف۱۰۴ دغه شان چل وښودلو مونږ یوسفؑ ته، ف۱۰۵ هغهٔ هرګز نهٔ شو نیولے خپل ورور دَ دې بادشاه پهٔ قانون مګر څهٔ چې الله وغواړی۔ ف۱۰۶ وچتوؤ مونږ درجې دَ چا چې وغواړو۔ ف۱۰۷ اؤ دَ هر پوهېدونکی نه شته پورته یو پوهېدونکے۔ ف۱۰۸
ف۱۰۴: یعنی دَ دې خبرو نه پس څوکیدارو یوسفؑ ته بوتلل اؤ حال ېٔ ورته ووې چې دغه شان جام ورک دے اؤ زمونږ پهٔ دوی شک دے، هغهٔ دَ تلاشیٔ حکم ورکړو خو څوکیدارو وړومبے دَ نورو وروڼو کډه ولټؤله نو پهٔ آخر کښې ېٔ دَ بنیامین کډه ولټؤله نو پهٔ هغې کښې جام راوختو۔
ف۱۰۵: دغه شان تدبیر جوړ کړو مونږ دَ یوسفؑ دپاره۔
ف۱۰۶: چې دَ وروڼو دَ خلې ېٔ خپله وخته چې دَ چا سره مال وختو هغه غلام کړیٔ۔ ګنی دَ مصر قانون دا نهٔ وهٔ ۔ کهٔ دا تدبیر الله تعالیٰ نهٔ وې کړے چې هغوی خپله اقرار وکړو نو دَ مصر پهٔ قانون یوسفؑ ورور نهٔ شو ایسارؤلے۔
ف۱۰۷: یعنی چا ته مو رضا شی حکمت اؤ تدبیر ورته وښایو۔ یا پهٔ خپل تدبیر اؤ فضل ېٔ لوئے مرتبې ته ورسوؤ۔ وګوریٔ چا چې دَ پلار نه پهٔ غلا یوسفؑ پهٔ لږو پیسو خرڅ کړو نن دَ غلو پهٔ شان دَ هغهٔ مخکښې ولاړ دی۔ شاید پهٔ دې طریقه الله ته دَ هغو دَ زړې ګناه کفاره منظوره وه ۔
ف۱۰۸: یعنی پهٔ دنیا کښې خو دَ یو بنیادم نه بل اؤ دَ بل نه بل زیات عالم دے اؤ بیا دَ دې ټولو نه زیات عالم یو بل ذات دے چې هغهٔ ته پټ اؤ څرګند ټول هر څهٔ معلوم دی۔
فائده: پهٔ دې ټوله واقعه کښې دَ یوسفؑ دَ خلې نه چرته بې ځایه خبره نهٔ وه وتې اؤ نهٔ ېٔ څهٔ کار دَ شریعت نه خلاف کړے وهٔ ۔ زیات نه زیات دا چې ”توریه“ ېٔ توریه ېٔ کړے وه۔ (”توریه“ دې ته وائی چې سړے داسې خبره وکړی چې اورېدونکے ترېنه ظاهری اؤ نژدے یو مطلب واخلی اؤ خبرې کؤنکے ترېنه بله لږه لرې معنٰی اخستې وی) دا ”توریه“ کهٔ دَ څهٔ نیک غرض دپاره وی خو دَ ستائنې ده اؤ کهٔ دَ څهٔ ناکاره غرض دپاره وی نو ټګی اؤ فریب اؤ ناکاره کار دے۔ الله تعالیٰ ته دا منظوره وه چې دَ یعقوبؑ امتحان مکمّل کړی۔ دَ یوسفؑ نه پس ترېنه بل محبوب ځوئے بنیامین جدا کړی۔ اؤ دلته دَ ډېرې مودې دوه جدا وروڼه یو ځائې کړی۔ یوسفؑ دَ امتحان دَ کندې نه وباسی۔ اول دَ میرنو وروڼو سره ، بیا دَ سکه ورور سره اؤ بیا ېٔ دَ ټول ټبر سره دغه شان درجه پهٔ درجه یو ځائې کړی۔ بل طرف ته دَ یوسفؑ وروڼو نه چې کومې غلطیٔ شوے وې دَ ټکرو نه پس هغوی هم ورو ورو دَ معافیٔ اؤ رحم دروازې ته نژدے شی اؤ الله خبر نور پکښې څومره حکمتونه وو چې یوسفؑ ته دَ لږې توریٔے کؤلو حکم وشو۔ هغهٔ جام دَ ورور پهٔ کډه کښې کښېښود خو نهٔ ېٔ پهٔ چا دَ غلا الزام ولګؤلو اؤ نهٔ ېٔ ووې چې دا سزا به درکؤم ۔ خپله ورته ټول حالات داسې برابر شو چې دَ بنیامین دَ ورور سره دَ پاتې کېدو لار جوړه شوه ۔ البته دَ مصلحت اؤ فائدې پهٔ غرض ېٔ ځنی الفاظ داسې استعمال کړل چې دَ هغې نژدے معنٰی مراد نهٔ وه لږه لرې معنٰی مراد وه ۔ (یعنی توریه ېٔ وکړه) اؤ پهٔ ځنو خبرو چپ پاتې شو کهٔ غږ ېٔ کؤلے نو خبره څرګندېده اؤ هغه فوائد فوت کېدل۔ والله اعلم۔
قَالُوْۤا اِنْ یَّسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ اَخٌ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ١ۚ فَاَسَرَّهَا یُوْسُفُ فِیْ نَفْسِهٖ وَ لَمْ یُبْدِهَا لَهُمْ١ۚ قَالَ اَنْتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا١ۚ وَ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَصِفُوْنَ۝۷۷
هغوی ووې کهٔ دهٔ وکړه نو غلا کړے ده دَ دهٔ ورور هم دَ دې نه مخکښې۔ ف۱۰۹ بیا غلې غوندې یوسفؑ پهٔ زړهٔ کښې ووې اؤ پهٔ دوی ېٔ څرګنده نهٔ کړه ۔ وېٔ وئیل تاسو پهٔ درجه کښې ډېر خراب ییٔ ۔ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ بیان چې تاسو کویٔ۔ ف۱۱۰
ف۱۰۹: دا اشاره یوسفؑ ته ده دَ خپل ځان پاکؤلو اؤ بنیامین باندې جرم مضبوطؤلو دپاره پهٔ دومره موده پس ېٔ هم یوسفؑ باندې دَ دروغو الزام ولګؤلو۔ مفسرانو دلته ډېرې قصې بیان کړی دی کومو ته چې دَ یوسفؑ وروڼو دَ غلا پهٔ لفظ اشاره کړے ده ۔ دلته دَ هغه قصو دَ نقل کؤلو ضرورت نشته ۔
ف۱۱۰: یعنی پهٔ داسې سخت الزام هم یوسفؑ بې قابو نهٔ شو ځکه چې راز څرګندؤل دَ مصلحت نه خلاف وو ۔ نو خبره ېٔ وزغمله ۔ اؤ ځواب ېٔ ورنهٔ کړو ۔ البته پهٔ زړهٔ کښې ېٔ ووې تاسو ډېر ناکاره ییٔ اؤ الله پهٔ خپلو کارونو ښهٔ پوهیږی (یعنی غلهٔ تاسو ییٔ اؤ الزام پهٔ ما لګویٔ ۔ تاسو خو داسې غلا کړے ده چې خپل ورور مو دَ پلار نه پټ کړو اؤ لکه دَ مریٔی مو خرڅ کړو) ۔
ځنو مفسرانو لیکلی دی چې یوسفؑ وروڼو ته مخامخ ووې تاسو خو ډېر ناکاره خلق ییٔ اول مو دَ غلا نه انکار کؤلو اؤ چې دَ یو ورور سره مو شے را وختو نو ورسره مو بل غیر حاضر ورور یاد کړو چې هغهٔ هم غلا کړے وه ۔ مطلب دا شو چې غلا ستاسو کسب دے ټول ټبر مو غل دے۔ (نعوذ بالله) الله ښهٔ پوهیږی چې ستاسو خبره تر کومې رښتیا ده کهٔ پهٔ ورور مو دَ دروغو الزام لګؤلے وی نو هغه به سزا درکوی۔
قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ اِنَّ لَهٗۤ اَبًا شَیْخًا كَبِیْرًا فَخُذْ اَحَدَنَا مَكَانَهٗ١ۚ اِنَّا نَرٰىكَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ۝۷۸
هغوی ووې اے عزیزه بېشکه دَ دهٔ یو پلار دے ډېر بوډا ۔ نو تهٔ ونیسه پهٔ مونږ کښې یو کس دَ دهٔ پهٔ ځائې ، مونږ وینو چې تهٔ احسان کؤنکے ئ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی بوډا پلار ته به ېٔ ډېر تکلیف ورسی۔ دَ هغهٔ دَ دهٔ اؤ دَ دهٔ دَ سکه ورور یوسفؑ سره ډېره مینه وه ۔ دَ یوسفؑ دَ ورکېدو نه پس ېٔ اوس پهٔ دهٔ تسلّی کېده اؤ کهٔ دې هم لاړ شی نو ډېر به بې درکه شی ۔ تهٔ دَ دهٔ پهٔ ځائې مونږ کښې یو کس ایسار کړه اؤ دې پرېږده چې پلار ته لاړ شی۔ ته پهٔ ټولو خلقو احسان کوے۔ زمونږ سره هم دا احسان وکړه۔
قَالَ مَعَاذَ اللّٰهِ اَنْ نَّاْخُذَ اِلَّا مَنْ وَّجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهٗۤ١ۙ اِنَّاۤ اِذًا لَّظٰلِمُوْنَ۠۝۷۹
هغهٔ ووې پهٔ الله پناه کهٔ مونږ ونیسو بل کس بې دَ هغه کس نه چا سره چې مو موندې دے خپل څیز ۔ ف۱۱۲ بیا خو به مونږ ضرور بې انصافه شو ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۲: الله دې امان راکړی۔ زهٔ بې وجهې بل سړے نهٔ شم نیؤلے۔ زهٔ خو به هغه کس نیسم دَ چا سره چې شے راختے دے۔ الته هم یوسفؑ اِلَّا مَنْ وَّ جَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَہٗ ووې اؤ اِلَّا مَنْ سَرَقَ ېٔ ونهٔ وې (یعنی ”دَ چا سره چې زمونږ شے موندې شوے دے“ ېٔ ووې اؤ ”چا چې غلا کړے ده“ ېٔ ونهٔ وې) ځکه چې دا خبره دَ حقیقت نه خلاف وه۔ اصل کښې بنیامین خو غلا نهٔ وه کړے نهٔ ترې خبر وهٔ ۔
ف۱۱۳: یعنی کهٔ دَ مجرم پهٔ ځائې بل بې قصوره ونیسو نو ستاسو دَ قانون مطابق به هم بې انصافه ګڼلی شو۔
فَلَمَّا اسْتَیْـَٔسُوْا مِنْهُ خَلَصُوْا نَجِیًّا١ؕ قَالَ كَبِیْرُهُمْ اَلَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنَّ اَبَاكُمْ قَدْ اَخَذَ عَلَیْكُمْ مَّوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ وَ مِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُّمْ فِیْ یُوْسُفَ١ۚ فَلَنْ اَبْرَحَ الْاَرْضَ حَتّٰی یَاْذَنَ لِیْۤ اَبِیْۤ اَوْ یَحْكُمَ اللّٰهُ لِیْ١ۚ وَ هُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ۝۸۰
بیا کله چې دَ هغهٔ نه نا امیده شو ۔ نو ځان له کښېناستل صلاح دپاره ۔ مشر پکښې ووې ولې تاسو ته معلومه نهٔ ده چې پلار درنه اخستې دے قول دَ الله پهٔ نوم ۔ اؤ دَ دې نه مخکښې تاسو قصور کړے دے دَ یوسفؑ پهٔ باره کښې۔ نو زهٔ خو هرګز نهٔ خوځم دَ دې زمکې نه ۔ تر دې چې اجازت راکړی پلار یا فیصله وکړی الله زما دَ طرفه اؤ هغه بهتر فیصله کؤنکے دے۔ ف۱۱۴
ف۱۱۴: چې دَ یوسفؑ دَ طرف نه نا امیده شو نو خپلو کښې صلاح دپاره دَ خلقو نه بیل شو چې اوس څهٔ وکړو؟ ډېرو ووې چې څهٔ به وکړو خو واپس به ځو نو ۔ کوم چې پکښې پهٔ عقل یا پهٔ عمر مشر وهٔ هغهٔ ووې دَ پلار سره چې مو پوخ قول کړے وهٔ هغهٔ ته به څهٔ ځواب ورکویٔ اؤ پهٔ کوم مخ به ورته مخامخ کېږیٔ؟ مخکښې مو هم دَ یوسفؑ پهٔ واقعه کښې ګړبړ کړی وو ۔ اوس هم کهٔ بنیامین پرېږدیٔ اؤ تاسو لاړ شیٔ نو دا غټه بې غیرتی ده ۔ زهٔ خو دَ دې ځائې نه نهٔ خوځم ۔ تر څو چې پلار راته خپله حکم نهٔ وی راکړے یا تر دا مینځه قدرت دَ بنیامین دَ راخلاصؤلو څهٔ انتظام جوړ کړی یا زهٔ هم دلته مړ شم۔
تنبیه: دا خبره هم غالبًا هغه ورور کړے وه چا چې یوسفؑ دَ مرګ نه بچ کړے وهٔ اؤ کوهی ته دَ غورځولو صلاح ېٔ ورکړے وه ۔
اِرْجِعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْكُمْ فَقُوْلُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ١ۚ وَ مَا شَهِدْنَاۤ اِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَ مَا كُنَّا لِلْغَیْبِ حٰفِظِیْنَ۝۸۱
واپس لار شیٔ خپل پلار ته ورته وواییٔ اے پلاره ستا ځوی خو غلا وکړه ۔ اؤ مونږ خو هغه وئیلی وو دَ څهٔ چې راته علم وهٔ ۔ اؤ مونږ دَ غیبو نه خبر نهٔ وو ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۵: یعنی ما دلته پرېږدیٔ اؤ تاسو نور پلار ته لاړ شیٔ ، ټوله واقعه ورته صفا صفا بیان کړیٔ چې دغه شان چل وشو چې هډو دَ چا طمع نهٔ وه ۔
حضرت شاه صاحب لیکی چې مونږ خو قول درکړے وهٔ چې مونږ به ېٔ پهٔ خپل فکر حفاظت کوؤ ۔ مونږ دَ دې نه څهٔ خبر وو چې بنیامین به غلا کوی ۔ یا دا چې مونږ خو دَ خپل مذهب مطابق دَ غل سزا ښیٔلے وه مونږ څهٔ خبر وو چې زمونږ ورور غل دے۔
وَ سْـَٔلِ الْقَرْیَةَ الَّتِیْ كُنَّا فِیْهَا وَ الْعِیْرَ الَّتِیْۤ اَقْبَلْنَا فِیْهَا١ؕ وَ اِنَّا لَصٰدِقُوْنَ۝۸۲
اؤ تپوس وکړه دَ هغه کلی نه چې مونږ پکښې وو اؤ دَ هغه قافلې نه چې مونږ ورسره راغلی یو۔ اؤ مونږ بېشکه چې رښتیا وایو۔ ف۱۱۶
ف۱۱۶: یعنی کهٔ پهٔ مونږ دې اعتبار نهٔ وی نو څوک خپل اعتباری هغه کلی ته واستوه چې خبر درته راؤړی یا دا هغه قافلې دَ نورو کسانو نه تپوس وکړه دَ چا سره چې مونږ ملګری وو ، نو زمونږ دروغ رښتیا به درته معلوم شی۔
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا١ؕ فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ١ؕ عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَنِیْ بِهِمْ جَمِیْعًا١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ۝۸۳
هغهٔ ووې هرګز داسې نهٔ ده۔ دا خو جوړه کړے ده تاسو پهٔ زړونو یوه خبره۔ نو اوس صبر بهتر دے۔ شاید چې الله راولی هغوی ما ته پهٔ یو ځائې۔ هم هغه دے پهٔ هر څهٔ خبر دَ حکمتونو خاوند۔ ف۱۱۷
ف۱۱۷: وړومبی ځل ېٔ ځان بې اعتباره کړے وهٔ نو اوس هم یعقوبؑ اعتبار ونهٔ کړو۔ خو دَ نبی خبره دروغ نهٔ وه خبره ېٔ واقعی هم دَ ځامنو جوړه کړے وه ۔ یوسفؑ هم دَ دهٔ ځوئے وهٔ نو دَ لَکُمْ خطاب صرف حاضرینو ته نهٔ دے جِنس ځامنو ته دے۔ ځنو مفسرانو دَ دې دا مطلب بیان کړے دے چې ورته ېٔ ووې تاسو څومره پوخ قول کړے وهٔ دَ حفاظت اؤ بیا مو دومره هم ونهٔ کړه چې جام درسره راوختو نو تاسو به وئیلی وو چې پهٔ دې غلا نهٔ ثابتیږی ۔ کېدے شی چې بل چا درته یٔښې وی ۔ نو تاسو ېٔ دَ مدافعت پهٔ ځائې الټه پهٔ ورور هم الزام ولګؤلو اؤ پهٔ هغهٔ مو خبره پخه کړه۔ کهٔ پهٔ زړهٔ کښې مو کوټ نهٔ وې نو دَ مدافعت څهٔ کوشش به مو کړے وهٔ۔ اوس هسې خبرې مهٔ جوړویٔ۔ بهرحال زهٔ خو به اوس هم صبر کوم۔ دَ الله دَ رحم و کرم نه زما طمع ده چې یوسفؑ اؤ بنیامین به دواړه پهٔ یو ځائې راکړی ۔ هغه پهٔ هر څهٔ خبر دے اؤ دَ خپل حکمت مطابق کار کوی۔ دَ دې نه اندازه لګېدے شی چې هر څنګه سخت حال کهٔ وی نبیان دَ الله دَ رحمت نه مایوسه کیږی نه ، پهٔ خپل الله ېٔ اعتبار وی اؤ دَ هغهٔ دَ رحم طمعدار وی۔
وَ تَوَلّٰی عَنْهُمْ وَ قَالَ یٰۤاَسَفٰی عَلٰی یُوْسُفَ وَ ابْیَضَّتْ عَیْنٰهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِیْمٌ۝۸۴
اؤ مخ ېٔ واړؤلو دَ هغوی نه اؤ وېٔ وئیل هائے افسوس دے پهٔ یو یوسفؑ باندې ف۱۱۸ اؤ سپینې ېٔ شوې سترګې دَ غم نه، ف۱۱۹ اؤ هغه به دلګیر ناست وهٔ۔ ف۱۲۰
ف۱۱۸: دَ تازه زخم پهٔ وجه ېٔ زوړ غم تازه شو اؤ بې اختیاره ېٔ چغې کړې هائے افسوس دے یوسفهؑ۔
ف۱۱۹: یعنی بې رونقه شوې یا ېٔ نظر لاړو۔ دوه قوله دی۔
ف۱۲۰: حدیث شریف دے نَحْنُ مَعَاشِرُ الْاَنْبِیَاءِ اَشَدُّ بَلَاءً ثُمَّ الْاَمْثَلُ فَالْاَمْثَلُ (یعنی مونږ دَ نبیانو ټولے دَ الله دَ طرف نه پهٔ سخت امتحان کښې مبتلا کیږو بیا چې څوک زیات مونږ ته نژدے دے (یعنی زیات تابعدار دی) بیا دَ هغو سره نژدے)۔ بیا امتحانونه هم قسم قسم دی ۔ هر نبی چې الله پاک دَ هغهٔ دَ استعداد اؤ خپل حکمت موافق کوم قسم امتحان کښې مبتلا وی دَ هغهٔ خوښه ده۔ دَ یعقوبؑ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ یوسفؑ سره بې شانه محبت پیدا کړو اؤ بیا ېٔ هغه محبوب اؤ قدرمند ځوئے چې دَ ابراهیمؑ دَ خاندانِ نبوّت بله شمع وه پهٔ داسې دردناکه طریقه ترېنه جدا کړو۔ دَ یعقوبؑ زړهٔ دې غم پټ پټ خوړلے وهٔ ۔ دَ چا مخکښې ېٔ دَ خلې نه دَ ګلې لفظ نهٔ شو ویستے اؤ نهٔ ېٔ دَ چا نه بدل اخستے شو۔ نهٔ ېٔ پهٔ چا غصه سړؤلے شوه چې غم ېٔ سپک شوے وې۔ چې زړهٔ به ېٔ ډېر تنګ شو نو دَ سترګو نه به ېٔ اوښې روانې شوې۔ دغسې پهٔ سوی زړهٔ اؤ تر لېمو ېٔ خپل دَ پېغمبریٔ فرض اؤ حقونه پوره کؤل۔ څومره چې به ېٔ زړهٔ دَ یوسفؑ پهٔ جداییٔ کښې ژړېدو۔ دومره به ېٔ دَ الله پهٔ دربار کښې فریاد زاری نور زیاتؤل خو دَ ګلې یا شکایت ټکے ېٔ دَ خلې نه نهٔ وتو۔ پهٔ ژړا ژړا ېٔ دَ سترګو نظر کمزورے شو۔ اؤ دَ بنیامین پهٔ جداییٔ چې ېٔ پهٔ کمزوری زړهٔ تازه زخم ولګېدو نو بې اختیاره ېٔ دَ خلې نه دومره فریاد وختو چې ”هائے یوسفؑ“۔ شاه صاحب لیکی دومره تکلیف پهٔ زړهٔ کښې ساتل اؤ دَ خلې نه لفظ نهٔ وېستل دَ پېغمبر نه سوا دَ بل چا کار نهٔ شی کېدے۔
قَالُوْا تَاللّٰهِ تَفْتَؤُا تَذْكُرُ یُوْسُفَ حَتّٰی تَكُوْنَ حَرَضًا اَوْ تَكُوْنَ مِنَ الْهٰلِكِیْنَ۝۸۵
هغوی ووې پهٔ الله قسم دے تهٔ نهٔ پرېږدې دَ یوسفؑ یاد تر دې چې ناجوړه شې اؤ یا مړ شې۔
قَالَ اِنَّمَاۤ اَشْكُوْا بَثِّیْ وَ حُزْنِیْۤ اِلَی اللّٰهِ وَ اَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۸۶
هغهٔ ووې زهٔ خو بس څرګندوم خپل درد اؤ غم دَ الله مخکښې ، اؤ ما ته معلوم دی دَ له طرفه هغه څهٔ چې تاسو ته نهٔ دی معلوم ف۱۲۱
ف۱۲۱: موضح القرآن کښې دی۔ یعنی تاسو به ما ته څهٔ صبر وښییٔ۔ بې صبره خو هغه دی چې دَ خلقو مخکښې دَ الله دَ طرفه راغلی تکلیف شکایت کوی۔ زما کار خو هم دَ هغهٔ سره دے چا چې درد راکړے دے۔ اؤ دا راته هم معلومه ده چې (یوسفؑ ژوندې دے۔ یوه ورځ به ضرور دَ هغهٔ خوب پوره کړی اؤ زهٔ به ېٔ ووینم) دا خوب پهٔ ما یو امتحان دے۔ کتې به شی چې کله ختمیږی۔
یٰبَنِیَّ اذْهَبُوْا فَتَحَسَّسُوْا مِنْ یُّوْسُفَ وَ اَخِیْهِ وَ لَا تَایْـَٔسُوْا مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ لَا یَایْـَٔسُ مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْكٰفِرُوْنَ۝۸۷
اے بچو لاړ شیٔ لټون وکړیٔ دَ یوسفؑ اؤ دَ هغهٔ دَ ورور اؤ مهٔ نا امیده کېږیٔ دَ الله دَ رحمت نه۔ بېشکه نهٔ مایوسه کیږی دَ الله دَ رحمت نه مګر هغه خلق چې کافران دی۔ ف۱۲۲
ف۱۲۲: یعنی دَ الله دَ رحمت نه هغه خلق مایوسه کیږی څوک چې دَ هغهٔ دَ قدرت نه نهٔ دی خبر اؤ دَ هغهٔ پهٔ طاقت ېٔ یقین نشته۔ مسلمان دَ الله دَ رحمت نه نهٔ مایوسه کیږی۔ ورشیٔ دَ یوسفؑ تلاش وکړیٔ اؤ دَ بنیامین دَ راخلاصؤلو کوشش وکړیٔ۔ ممکن ده چې الله پاک مو دا ځل کامیاب کړی۔ اؤ دواړه وروڼه ما سره یو ځائې کړی۔ دَ دریٔم ذکر ېٔ ځکه ونهٔ کړو چې هغه چا حصار کړے نهٔ وهٔ پهٔ خپله رضا پاتې شوے وهٔ۔ که بنیامین راخلاص شوے وې نو هغه به هم راغلے وهٔ۔
فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلَیْهِ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ مَسَّنَا وَ اَهْلَنَا الضُّرُّ وَ جِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجٰىةٍ فَاَوْفِ لَنَا الْكَیْلَ وَ تَصَدَّقْ عَلَیْنَا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَجْزِی الْمُتَصَدِّقِیْنَ۝۸۸
بیا کله چې دوی ورسېدل هغهٔ ته وېٔ وئیل اے عزیزه راغلے ده پهٔ مونږ اؤ زمونږ پهٔ کورنۍ سخته اؤ راؤړے ده مو لږه غوندې مونډی۔ نو پوره ډک کړه مونږ ته بارونه اؤ خیرات وکړه پهٔ مونږ ، بېشکه الله جزا ورکوی خیرات کؤنکیو ته۔ ف۱۲۳
ف۱۲۳: دَ پلار پهٔ وینا بیا مصر ته لاړل دَ یوسفؑ خو ورته پته نهٔ وه نو دا خیال به ېٔ کړے وی چې دا کوم معلوم دے اول خو دا راخلاص کړو هغهٔ پسې به بیا ګرځو اؤ دَ قحط پهٔ وجه دَ غلې هم نور ضرورت دے۔ عزیز ته به منت زاری وکړو اؤ کهٔ څهٔ رحم ېٔ راباندې راشی۔ هلته چې ورسېدل نو دَ یوسفؑ سره ېٔ اول دا خبره وکړه چې دَ قحط پهٔ وجه زمونږ پهٔ کور ډېره سخته ده۔ دَ کور ټول مال اسباب مو خرڅ کړو چې غله پرې واخلو۔ دا لږې پېسې مو راؤړے دی ، ستا دَ زړو مهربانو نه زمونږ طمع ده چې تهٔ پهٔ دې لږ قیمت مونږ ته دَ مخکښې هومره پوره غله راکړې۔ دا به دې پهٔ مونږ خیرات وی اؤ تا ته به الله اجر درکړی۔ یوسفؑ چې دا خبرې واؤرېدے بې اختیاره پهٔ ژړا شو۔ دَ الله پهٔ حکم ېٔ وروڼو ته خپل ځان څرګند کړو چې زهٔ یوسف یم اؤ تاسو چې زما سره څهٔ معامله کړے ده دَ هغې نه پس زهٔ الله پاک دې درجې ته ورسؤلم۔ ځنو مفسرانو دَ ”تصدّق“ معنٰی دلته دَ خیرات پهٔ ځائې مطلق احسان اخستې ده۔
قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَّا فَعَلْتُمْ بِیُوْسُفَ وَ اَخِیْهِ اِذْ اَنْتُمْ جٰهِلُوْنَ۝۸۹
هغهٔ ووې تاسو ته څهٔ یاد دی چې څهٔ کړی وو تاسو دَ یوسفؑ سره اؤ دَ هغهٔ ورور سره، ف۱۲۴ کله چې تاسو ناپوهه ویٔ؟ ف۱۲۵
ف۱۲۴: یعنی دواړه مو جدا کړل اؤ دښمنی مو ورسره وکړه ۔
ف۱۲۵: الله اکبر څومره دَ لوئی صبر اؤ وچتو اخلاقو اؤ مروت مظاهره ده ۔ چې ټول عمر ېٔ دَ وروڼو نه دَ شکایت یو لفظ دَ خلې نه نهٔ وهٔ وتې۔ اؤ پهٔ دې موقع ېٔ هم ورته صرف دومره ووې چې یاد کړیٔ ډېره موده مخکښې تاسو پهٔ ناپوهیٔ دَ یوسفؑ سره څهٔ معامله کړے وه؟ چې دَ ماضی اؤ حال مقابله وکړی اؤ دَ الله تعالیٰ هغه احسان ورته څرګند شی کوم چې دَ تکلیفونو نه پس پهٔ یو سفؑ الله پاک کړے دے۔ ”لَقَدْ مَنَّ اللہُ عَلَیْنَا“ کښې دې ته اشاره ده ۔ بیا تپوس ېٔ هم داسې پهٔ نرمه طریقه وکړو چې دَ جرم نه زیات پکښې دَ هغوی دَ طرف نه عذر دے چې هغه وخت کښې تاسو ته دا څهٔ معلومه وه چې دَ یوسفؑ خوب به رښتیا پوره کیږی اؤ الله پاک به پرې دومره احسان کوی ۔ څهٔ چې شوی دی پهٔ ناپوهیٔ شوی دی ۔
قَالُوْۤا ءَاِنَّكَ لَاَنْتَ یُوْسُفُ١ؕ قَالَ اَنَا یُوْسُفُ وَ هٰذَاۤ اَخِیْ١٘ قَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا١ؕ اِنَّهٗ مَنْ یَّتَّقِ وَ یَصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ۝۹۰
هغوی ووې، ولې هم تهٔ یوسفؑ ئ۔ ف۱۲۶ هغهٔ ووې زهٔ یوسفؑ یم اؤ دا دے زما ورور ف۱۲۷ بېشکه الله احسان کړے پهٔ مونږ، ف۱۲۸ البته څوک چې پرهېزګار وی اؤ صبر کوی نو الله نهٔ ضائع کوی حق دَ نیکانو۔ ف۱۲۹
ف۱۲۶: ممکنه ده چې دَ هغوی وار خطا شوی وی چې دَ مصر عزیز ته زمونږ حالونه چا ووې ۔ خپل بې اندازہ قدر و عزت اؤ دَ بنیامین قصّه خو ېٔ مخکښې لیدلے وه ۔ نو پهٔ دې تپوس ېٔ ناڅاپه خیال شو چې چرته دا هغه یوسفؑ نهٔ وی چې مونږ دَ مصر پهٔ سوداګرو خرڅ کړے وهٔ ۔ اؤ کېدے شی چې دَ دې سوال نه پس ېٔ ورته پهٔ غور کتلی وی (اؤ پهٔ خاصو نښو ېٔ پېژندلے وی ۔ دومره خو ېٔ دَ هیبته ورته سم کتې هم نهٔ شو) غرض دا چې هغوی ډېر پهٔ حیرانتیا تپوس وکړو ۔ رښتیا وایه هم تهٔ یوسف ئ ۔
ف۱۲۷: یعنی دا زما هغه ورور دے چې تاسو رانه جدا کړے وهٔ اوس زما پهٔ خوا کښې ناست دے۔
ف۱۲۸: الله تعالیٰ راباندې احسان وکړو۔ جدائی ېٔ پهٔ ملاقات ۔ ذلّت ېٔ پهٔ عزت اؤ تکلیف ېٔ پهٔ راحت بدل کړو۔ څوک چې تاسو لکه دَ مرئي پهٔ څو درهمه خرڅ کړے وهٔ نن دَ مصر دَ حکومت اؤ خزانو مالک دے۔
ف۱۲۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکی ”پهٔ چا چې تکلیف راشی اؤ دَ شریعت نه څهٔ خلاف کار ونهٔ کړی الله پاک پرې دَ تکلیف نه زیات بخشش کوی ۔
قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ اٰثَرَكَ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَ اِنْ كُنَّا لَخٰطِـِٕیْنَ۝۹۱
هغوی ووې قسم پهٔ الله البته فضیلت درکړے الله تا ته پهٔ مونږ باندې۔ اؤ مونږ وو پهٔ خطا۔ ف۱۳۰
ف۱۳۰: یعنی تهٔ ېٔ پهٔ هر حیثیت زمونږ نه زیات کړے ئ اؤ تهٔ دَ دې لائق ئ مونږ خطا شوی وو ستا قدر راسره نهٔ وهٔ آخر ستا خوب رښتیا شو اؤ زمونږ حسد بې کاره ثابت شو۔
قَالَ لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ١ؕ یَغْفِرُ اللّٰهُ لَكُمْ١٘ وَ هُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ۝۹۲
هغهٔ ووې هېڅ الزام نشته پهٔ تاسو نن۔ الله دې تاسو معاف کړی۔ ف۱۳۱ اؤ هغه دے دَ ټولو مهربانانو نه زیات مهربان۔ ف۱۳۲
ف۱۳۱: یوسفؑ ته دَ وروڼو دومره معذرت اورېدل هم ګران وو۔ ورته ېٔ ووې بس دے دا خبره پرېږدیٔ ما ستاسو ټولې غلطیٔ معاف کړی دی ما چې څهٔ ذکر کړے صرف دَ الله تعالیٰ دَ احسان اؤ دَ صبر اؤ پرهېزګاریٔ دَ نتیجې ښکاره کؤلو دپاره مې کړے (پهٔ تاسو باندې مې الزام لګؤل مطلب نهٔ وهٔ) ما خو دَ خپل طرف نه معاف کړی ییٔ اؤ دعا درته کوم چې الله پاک درته هم ګناهونه معاف کړی۔
ف۱۳۲: زما دا معافی هم دَ هغهٔ دَ مهربانیٔ یو اثر دے۔
اِذْهَبُوْا بِقَمِیْصِیْ هٰذَا فَاَلْقُوْهُ عَلٰی وَجْهِ اَبِیْ یَاْتِ بَصِیْرًا١ۚ وَ اْتُوْنِیْ بِاَهْلِكُمْ اَجْمَعِیْنَ۠۝۹۳
یوسیٔ زما دا قمیص۔ اؤ واېٔ چویٔ پهٔ مخ زما دَ پلار چې راشی دلته پهٔ سترګو لیدونکے، اؤ راولیٔ ما ته خپل ټول ټبر۔ ف۱۳۳
ف۱۳۳: یعنی پهٔ ما دلته ډېرې ذمه واریٔ دی زهٔ شام ته نهٔ شم تلې چې مور پلار ووینم۔ تاسو لاړ شیٔ خپل ټول ټبر دلته راولیٔ (دَ قحط دَ تکلیف نه به خلاص شیٔ اؤ دلته به پهٔ آرام وسیٔ)۔ شاید چې وروڼو ورته وئیلی وی یا ورته دَ وحې پهٔ ذريعه معلومه شوے وی چې دَ پلار نظر مې خراب شوے دے نو خپل قمیص ېٔ ورکړو چې دا دې پهٔ سترګو پورې ومږی نظر به ېٔ بیا دوباره سم شی۔ شاه صاحب لیکلی دی۔ دَ هر مرض دپاره الله پاک یو دارو مقرر کړی دی۔ دَ چا پهٔ جداییٔ کښې چې ېٔ نظر خراب شوے وهٔ هم دَ هغهٔ دَ بدن دَ یو څیز پهٔ مښلو ېٔ نظر بیا سم شو۔ دا دَ یوسفؑ کرامت وهٔ ۔ اؤ کهٔ دَ یوسفؑ کرامت نهٔ وهٔ نو هم نن سبا پهٔ واقعاتو دا ثابته شوے ده چې دَ سختې صدمې یا ډېرې خوشحالیٔ پهٔ وجه کله کله یو ړوند ناڅاپهٔ روغ شی۔
وَ لَمَّا فَصَلَتِ الْعِیْرُ قَالَ اَبُوْهُمْ اِنِّیْ لَاَجِدُ رِیْحَ یُوْسُفَ لَوْ لَاۤ اَنْ تُفَنِّدُوْنِ۝۹۴
اؤ کله چې جُدا شوه قافله ، نو ووې دَ هغوی پلار۔ پهٔ ما باندې خو دَ یوسفؑ بویٔ لګی۔ ف۱۳۴ کهٔ تاسو دا نهٔ واییٔ چې بوډا کاواک شوے دے۔ ف۱۳۵
ف۱۳۴: دَ الله قدرت ته ګوریٔ دومره موده یوسفؑ پهٔ مصر کښې وهٔ پلار ته ېٔ بویٔی نهٔ ورتلو۔ اوس چې کله دَ ملاقات وخت رانژدے شو اؤ دَ الله تعالیٰ امتحان پوره شو نو چې قافله دَ مصر نه روانه شوه ، شام کښې یعقوبؑ ته دَ یوسفؑ دَ قميص بویٔی ورغلو۔ یوه دا خبره څهٔ دا واقعه خو ټوله دَ عجائباتو نه ډکه ده ۔ دَ یعقوبؑ غوندې مشهور پېغمبر پهٔ شام کښې وسی۔ اؤ یوسفؑ پهٔ مصر کښې بادشاهی کوی ۔ دَ یوسفؑ وروڼه څو ځله مصر ته ځی خو چې تر څو دَ الله امتحان پوره شوے نهٔ دے دَ یو بل دَ حال نه نهٔ خبریږی اؤ پهٔ کالونو دغه شان پلار دَ ځوی پهٔ جداییٔ کښې پهٔ وینو ژاړی۔ جَلَّتْ قُدْرَتُهٗ وَ عَزَّ سُلْطَانُهٗ (الله دَ لویو قدرتونو خاوند اؤ دَ لوئی طاقت مالک دے چې څهٔ ېٔ خوښه وی هغه کوی)۔
ف۱۳۵: یعنی دَ یوسفؑ خوشبوئی راځی خو دا خبره چې تاسو ته کوم نو ویرېږم چې تاسو به پهٔ خبره پوهه نهٔ شیٔ اؤ واییٔ به چې بوډا کاواکې شروع کړې۔ دماغ ېٔ خراب شو (اؤ هم دغه شان وه هغوی ورته ووې ”تَاللہِ اِنَّكَ لَفِیْ ضَلٰلِكَ الْقَدِیْمِ “ ۔
قَالُوْا تَاللّٰهِ اِنَّكَ لَفِیْ ضَلٰلِكَ الْقَدِیْمِ۝۹۵
هغوی ووې قسم پهٔ الله تهٔ خو هم هغه زړه غلطیٔ کښې پروت ئ۔ ف۱۳۶
ف۱۳۶: یعنی دَ یوسفؑ محبّت دَ هغهٔ دَ ژوند خیال اؤ دوباره موندو یقین دې پهٔ زړهٔ کښې پروت دے۔ دغه زړو خیالاتو دَ یوسفؑ خوشبوئی در وسته (ګنی یوسفؑ چرته دے دَ هغهٔ به هډوکی هم خاورې شوے وی)۔
فَلَمَّاۤ اَنْ جَآءَ الْبَشِیْرُ اَلْقٰىهُ عَلٰی وَجْهِهٖ فَارْتَدَّ بَصِیْرًا١ۚ قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ١ۙۚ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۹۶
بیا کله چې راورسېدو زېرے راوړونکے۔ واېٔ چوؤ قمیص دَ هغهٔ پهٔ مخ نو دوباره دَ نظر خاوند شو۔ ف۱۳۷ هغهٔ ووې ما درته نهٔ وو وئیلی چې ما ته معلوم دی دَ الله دَ طرفه هغه څهٔ چې تاسو ترې نهٔ ئ خبر۔ ف۱۳۸
ف۱۳۷: یعنی بیا ېٔ سترګې روغې جوړې شوې نظر ېٔ ولګېدو۔
ف۱۳۸: یعنی ما درته نهٔ وو وئیلی چې دَ یوسفؑ خوشبوئی راځی؟ آخر زما خبره رښتیا وخته کهٔ نه اؤ ما درته وئیلی وو چې دَ یوسفؑ تلاش وکړیٔ۔ دَ الله دَ فضل نه څهٔ لرې نهٔ ده کهٔ مونږ بیا یو ځائې کړی۔ ګوریٔ هم هغه شان وشوه (یوسفؑ ژوندې وختو اؤ ډېر ژر به مونږ یو ځائې شو)۔
قَالُوْا یٰۤاَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَاۤ اِنَّا كُنَّا خٰطِـِٕیْنَ۝۹۷
هغوی ووې اے پلاره معافی راته وغواړه دَ الله نه ، بېشکه مونږ وو پهٔ خطا۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی زمونږ نه سخته غلطی شوے ده تهٔ مو هم معاف کړه اؤ دَ الله نه راته هم بخښنه وغواړه ۔ چې پلار خپله نهٔ وې بخښلې نو دَ الله نه به ېٔ ورته څنګه بخښنه غوښته؟
قَالَ سَوْفَ اَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّیْ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ۝۹۸
هغهٔ ووې لږ صبر وکړیٔ بخښنه به وغواړم ستاسو دپاره دَ خپل رب نه ، هم هغه دے بخښونکے مهربانه۔ ف۱۴۰
ف۱۴۰: یعنی لږ صبر وکړیٔ چې دَ قبلېدو وخت راشی نو زهٔ به ستاسو دپاره الله ته خواست وکړم۔ وائی چې دَ جمعې دَ شپې یا دَ تهجدو تر وخته ېٔ انتظار کؤلو۔
فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلٰی یُوْسُفَ اٰوٰۤی اِلَیْهِ اَبَوَیْهِ وَ قَالَ ادْخُلُوْا مِصْرَ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ اٰمِنِیْنَؕ۝۹۹
بیا کله چې هغوی ورغلل یوسفؑ ته ، ځائې ېٔ کړل ځان سره مور پلار اؤ وېٔ وئیل ننوځیٔ ښار ته ان شاء الله پهٔ جمع زړهٔ ۔ ف۱۴۱
ف۱۴۱: یوسفؑ ورته دَ ښار نه بهر استقبال ته راؤتے وهٔ ۔ مور پلار ېٔ دَ ځان سره نژدے کښېنؤل (ځنو مفسرانو وئیلی دی چې دَ یوسفؑ خپله مور وفات شوے وه لکه چې دَ سورت پهٔ شروع کښې فوائدو کښې تېر شوی دی۔ دلته ېٔ دَ ترور (دَ مور دَ خور) ذکر دے۔ اؤ ځنو وئیلی دی چې مور ېٔ ژوندیٔ وه اؤ دَ یعقوبؑ سره مصر ته راغلے وه) اؤ ټولو ته ېٔ ووې چې ښار ته لاړ شیٔ۔ دلته دَ قحط څهٔ خطره نشته ۔ ښهٔ پهٔ آرام اؤ اطمینان به ژوند تېرویٔ۔ ځنو مفسرانو لیکلی دی دا الفاظ ېٔ ورته ښار ته ننوتو نه پس وئیلی وو۔ نو دې وخت کښې به دَ اُدْخُلُوْا مِصْرَ معنٰی وی ۔ اُسْکُنُوْا مِصْر یعنی دلته پهٔ آرام دېره شیٔ۔
وَ رَفَعَ اَبَوَیْهِ عَلَی الْعَرْشِ وَ خَرُّوْا لَهٗ سُجَّدًا١ۚ وَ قَالَ یٰۤاَبَتِ هٰذَا تَاْوِیْلُ رُءْیَایَ مِنْ قَبْلُ١٘ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّیْ حَقًّا١ؕ وَ قَدْ اَحْسَنَ بِیْۤ اِذْ اَخْرَجَنِیْ مِنَ السِّجْنِ وَ جَآءَ بِكُمْ مِّنَ الْبَدْوِ مِنْۢ بَعْدِ اَنْ نَّزَغَ الشَّیْطٰنُ بَیْنِیْ وَ بَیْنَ اِخْوَتِیْ١ؕ اِنَّ رَبِّیْ لَطِیْفٌ لِّمَا یَشَآءُ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ۝۱۰۰
اؤ وچت ېٔ کښېنؤل مور پلار پهٔ تخت ۔ اؤ ټول پرېوتل هغهٔ ته پهٔ سجده ، ف۱۴۲ اؤ هغهٔ ووې اے بابا دا تعبیر دے زما دَ هغه مخکښینی خوب ، چې زما رب رښتیا کړو۔ ف۱۴۳ اؤ هغهٔ پهٔ ما ډېر احسان وکړو چې زهٔ ېٔ رابهر کړم دَ قید خانې نه اؤ تاسو ېٔ راوستیٔ دَ بانډې نه پس دَ هغې نه چې جګړه واچؤله شیطان زما اؤ زما دَ وروڼو ترمینځه ، بېشکه زما رب پهٔ تدبیر سره کوی څهٔ چې غواړی ، بېشکه هم هغه پهٔ هر څهٔ پوهه دَ حکمتونو خاوند دے ۔ ف۱۴۴
ف۱۴۲: یوسفؑ دَ خپل طرف نه دَ مور پلار پوره قدر عزت وکړو۔ پهٔ تخت ېٔ کښېنؤل لېکن الله پاک چې یوسفؑ دپاره کوم اعزاز مقرر کړے وهٔ هغه کله پاتې کېدے شو۔ نو دَ هغه ملک دَ رواج موافق مور پلار اؤ وروڼه ټول هغهٔ ته پهٔ سجده پرېوتل۔ دا سجده دَ عبادت نهٔ وه دَ عزت دپاره وه ۔ (لکه اوس هم پښتنو کښې دا رواج شته چې مشر اؤ عزت مند سړی ته ښپو ته لاس ټیټوی دَ عزت دپاره)
دَ ابنِ کثیرؒ پهٔ قول دَ آدمؑ دَ زمانې نه دَ عیسٰیؑ تر وخته پورې پهٔ ټولو شریعتونو کښې دا دَ عزت سجده جائز وه ۔ البته حضرت محمّد مصطفٰیﷺ پهٔ شریعت کښې دا هم منع شوه چې دَ شرک جرړه ورکه شی ۔ لکه چې دَ ډېرو حدیثونو نه ثابتیږی۔ لکه حضرت شاه صاحب خو دَ ”وَ اَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلٰٓہِ“ نه دَ دې حرمت ثابت کړے دے۔ نه دَ دې حرمت ثابت کړے دے۔ ځنو مفسرانو دلته دَ سجدې مطلب تش دَ عزّت دپاره سر ټېټؤل اخستې دے۔ ځنو لیکلی دی چې دا سجده یوسفؑ ته نهٔ وه بلکې دَ یوسفؑ قدر عزّت اؤ مرتبه چې ېٔ ولیده نو ټولو الله تعالیٰ ته دَ شکر سجده وکړه ۔ پهٔ دې لحاظ به پهٔ ”خَرُّوْا لَهٗ“ کښې لام دَ سبب دپاره وی۔ یعنی دَ یوسفؑ دَ ملاقات اؤ دَ هغهٔ دَ قدر اؤ لوئے مرتبې پهٔ وجه ېٔ الله پاک ته دَ شکر سجده وکړه ۔
فائده: تعظیم اؤ عبادت دوه جُدا جُدا څیزونه دی۔ دَ الله نه غیر دَ بل چا عزّت کؤل حرام نهٔ دی۔ البته دَ غیر الله عبادت ضرور حرام دے۔ دَ عبادت سجده یعنی دَ الله نه غیر څهٔ شے پهٔ څهٔ درجه کښې هم دَ نفعې نقصان مالک ګڼل اؤ سجده ورته کؤل څرګند شرک دے چې پهٔ هېڅ یو شریعت کښې ېٔ پهٔ هېڅ شان اجازت نشته۔ البته دَ تعظیم سجده چې دَ عبادت خیال پکښې نهٔ وی پهٔ مخکښینیو شریعتونو کښې جائز وه۔ اسلام کښې دا هم منع شوه چې دَ شرک جرړه ورکه شی۔ شاه ولی الله صاحب پهٔ ”حجّة الله البالغه“ کښې دَ شرک پهٔ اقسامو ډېر باریک بحث کړے دے هغه کتل پکار دی۔
ف۱۴۳: یعنی زما پهٔ دې کښې هېڅ دخل نشته ۔ الله پاک زما دَ خوب تعبیر پوره کؤلو پوره ېٔ کړو۔
ف۱۴۴: دَ الله پاک دَ احسانونو دَ ذکر نه پس ېٔ دَ هغهٔ دَ لطیف تدبیر ذکر وکړو چې څنګه ېٔ زهٔ دَ قید نه بهر کړم اؤ دَ اختیار مالک ېٔ کړم ۔ اؤ دَ هغه جګړې نه پس چې شیطان زمونږ وروڼو ترمینځه پیدا کړه ۔ دَ بیا ملاقات هېڅ طمع نهٔ وه الله پاک څنګه دَ بیا ملاقات اسباب جوړ کړل اؤ ټول ېٔ بیا یو ځائې کړو۔ پهٔ دې موقع ېٔ دَ خپلو تکلیفونو هېڅ ذکر ونهٔ کړو (چې دَ مور پلار زړهٔ به خفه شی) بلکې دَ وروڼو واقعې ته ېٔ پهٔ داسې طرز اشاره وکړه چې دَ هغوی څهٔ زیاتے پکښې څرګند نهٔ شی (چې وروڼه ملامته اؤ خفه نهٔ شی) سبحان الله دا اخلاق دَ پېغمبر نه سوا دَ بل چا نهٔ شی کېدے۔
رَبِّ قَدْ اٰتَیْتَنِیْ مِنَ الْمُلْكِ وَ عَلَّمْتَنِیْ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ١ۚ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١۫ اَنْتَ وَلِیّٖ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١ۚ تَوَفَّنِیْ مُسْلِمًا وَّ اَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ۝۱۰۱
اے ربه تا راکړو ما ته څهٔ حکومت اؤ ودې ښیٔلو راته دَ خبرو پهٔ ځائې کؤل ۔ ف۱۴۵ اے پیدا کؤنکیه دَ آسمانونو اؤ زمکې ، هم تهٔ زما کارساز ئ پهٔ دنیا کښې اؤ پهٔ آخرت کښې ، مرګ راولے ما ته پهٔ اسلام باندې، ف۱۴۶ اؤ ملګرے کړې ما دَ نیک بختانو سره۔ ف۱۴۷
ف۱۴۵: دَ دې سورت پهٔ وړومبیٔ رکوع کښې دَ ”تَأْوِیْلُ الْاَحَادِیْثِ“ تفسیر تېر شوے دے۔
ف۱۴۶: یا خو ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ ملاقات پهٔ شوق کښې اوس دَ مرګ خواهش وکړو۔ اؤ یا ېٔ دا مطلب دے چې کله راته مرګ راځی چې پهٔ اسلام راشی (یعنی پوره تسلیم و رضا باندې)۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی هېڅوک دې دَ مصیبت اؤ غم دَ ویرې دَ مرګ تمنّا نهٔ کوی۔ دَ دې آیت نه معلومیږی چې دَ الله دَ ملاقات اؤ نیک غرض دپاره تمنّا کؤلے شی۔ لکه څنګه چې دَ فرعون ساحرانو دعا غوښتې وه۔ رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّ تَوَفَّنَا مُسْلِمِیْنَ ، یا لکه چې بی بی مریم وئیلی وو یَا لَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَ کُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا ، اؤ دَ معاذؓ پهٔ حدیث کښې دی وَ اِذَاۤ اَرَدْتُ بِقَوْمٍ فِتْنَةً فَاقْبِضْنِیْ اِلَیْكَ غَیْرَ مَفْتُوْنٍ، اؤ دَ مسند احمد یو حدیث دے یَکْرَہُ الْمَوْتَ وَالْمَوْتُ خَیْرٌ لِّلْمُؤْمِنِ مِنَ الْفِتَنِ، (مرګ ښهٔ نهٔ شی ګڼلے خو مرګ مسلمان ته پهٔ امتحان کښې پرېوتو نه ښهٔ دے) اؤ حضرت علیؓ دَ فتنو دَ زياتی پهٔ وخت دا دعا کړے وه اَللّٰهُمَّ خُذْنِیْ اِلَیْكَ فَقَدْ سَئِمْتُهُمْ وَ سَئِمُوْنِیْ ، اؤ امام بخاریؒ ته چې دَ خراسان دَ حاکم سره جګړه پېښه شوه نو دا دعا ېٔ کړے وه اَللّٰهُمَّ تَوَفَّنِیْ اِلَیْكَ، پهٔ حدیث کښې دی چې دَ دجال دَ راتلو پهٔ وخت کښې به یو سړے پهٔ یو قبر تیریږی نو وبه وائی یَالَیْتَنِیْ مَکَانَكَ (ارمان دے کهٔ ستا پهٔ ځائې زهٔ دلته پروت وې)
ف۱۴۷: دا الفاظ داسې دی لکه نبی کریمﷺ چې دَ وفات پهٔ وخت وئیلی وو اَللّٰهُمَّ فِی الرَّفِیْقِ الْاَعْلیٰ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی کامل علم الله ورکړو۔ دَ دنیا آرام مال دولت ېٔ ورکړو اوس ېٔ دَ پلار نیکهٔ مرتبو ته شوق پیدا شو نو دَ دې مطلب دا شو چې زما مرتبه دَ سحاقؑ اؤ ابراهیمؑ سره برابر کړې۔ دَ پېغمبریٔ اؤ نبوّت وچته مرتبه هم راکړې۔ حضرت یوسفؑ دَ پلار تر ژونده دَ حکومت انتظام چلؤلو دَ هغهٔ دَ وفات نه پس ېٔ پهٔ خپله اختیار پرېښو۔ مفسرانو لیکلی دی چې یعقوبؑ وصیت کړے وهٔ چې زما جنازه شام ته یوسیٔ اؤ هلته مې دفن کړیٔ۔ نو چې جنازه وړې شوه نو یوسفؑ وصیت وکړو یو زمانه به داسې راځی چې بنی اسرائیل به دَ مصر نه وځی نو هغه وخت بیا زما جنازه هم دَ ځان سره شام ته یوسیٔ نو موسٰیؑ چې کله دَ مصر نه تلو دَ یوسفؑ تابوت ېٔ هم دَ ځان سره وړې وهٔ ۔ والله اعلم۔
(پهٔ مصر کښې دَ مړی محفوظ کؤلو طریقه ډېره پخوا راسې جاری وه)
ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهِ اِلَیْكَ١ۚ وَ مَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ اَجْمَعُوْۤا اَمْرَهُمْ وَ هُمْ یَمْكُرُوْنَ۝۱۰۲
دا دی خبرونه دَ غیبو چې مونږ ېٔ راستوؤ تا ته اؤ تهٔ نهٔ وې دَ هغوی سره ۔ کله چې هغوی خپل کار مضبوطؤلو اؤ فریب ېٔ جوړؤلو ۔ ف۱۴۸
ف۱۴۸: یعنی دَ یوسفؑ وروڼو چې یوسفؑ دَ پلار نه جدا کؤلو اؤ خپلو کښې ېٔ صلاح مشوره کؤله نو تهٔ خو هلته موجود نهٔ وې چې داسې پوره پوره صحیح واقعات بیانوې نو دا درته بې دَ وحې نه بل پهٔ څهٔ طریقه معلوم شو۔ ستا ظاهری تعلیم نشته دَ چا نه دې څهٔ زده کړی نهٔ دی۔ تاریخی کتابونه دې نهٔ دی کتلی اؤ پهٔ بائبل کښې خو هم دا واقعه پوره تفصیل سره اؤ صحیح صحیح نشته نو تا ته دَ الله نه سوا دا خبرې چا وښیٔلې؟ دا څرګند دلیل دے چې دَ وحې پهٔ ذریعه درته الله پاک دا ټولې دَ غیبو خبرې ښیٔلی دی۔
وَ مَاۤ اَكْثَرُ النَّاسِ وَ لَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِیْنَ۝۱۰۳
اؤ اکثر خلق کهٔ تهٔ هر څو چې غواړې یقین نهٔ کوی۔ ف۱۴۹
ف۱۴۹: سره دَ دې څرګند اؤ واضح دلیل هم اکثر خلق پهٔ تا ایمان نهٔ راؤړی کهٔ تهٔ ډېر کوشش وکړې هم۔
وَ مَا تَسْـَٔلُهُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ١ؕ اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ۠۝۱۰۴
اؤ تهٔ نهٔ غواړې دَ دوی نه څهٔ بدله۔ دا قرآن نور هېڅ نهٔ دے خو نصیحت دے ټولې دنیا دپاره ۔ ف۱۵۰
ف۱۵۰: کهٔ نهٔ منی نهٔ دې منی ستا پکښې څهٔ تاوان دے۔ تهٔ څهٔ پهٔ دې تبلیغ دَ دوی نه تنخواه خو نهٔ اخلې چې تنخواه به دې بنده شی۔ دَ ستا کار خو دوی پوهه کؤل اؤ نصیحت کؤل دی هغه وشو ستا غواړه خلاصه شوه ۔ اوس دوی پوهیږی اؤ کار ېٔ پوهیږی۔ تهٔ پرې هسې ځان مهٔ خفه کوه۔
وَ كَاَیِّنْ مِّنْ اٰیَةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ یَمُرُّوْنَ عَلَیْهَا وَ هُمْ عَنْهَا مُعْرِضُوْنَ۝۱۰۵
اؤ ډېرې نښانې دی پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې چې دا خلق ورباندې تیریږی خو فکر ورته نهٔ کوی۔ ف۱۵۱
ف۱۵۱: یعنی څنګه چې دَ قرآن پهٔ آیتونو ایمان نهٔ راوړی دغه شان دَ الله دَ قدرت نښانو ته هم فکر نهٔ کوی اؤ دَ توحید سبق ترې نهٔ اخلی۔ اوس خبره دا ده چې دَ دوی کارونه سرسری دی۔ کهٔ سوچ اؤ فکر ېٔ کؤلے نو پوهه شوی به وو خو چې هغوی ورته هډو فکر نهٔ کوی۔ نهٔ ېٔ پهٔ غور اوری نهٔ ېٔ پهٔ غور ګوری نو ایمان به څنګه راوړی؟
وَ مَا یُؤْمِنُ اَكْثَرُهُمْ بِاللّٰهِ اِلَّا وَ هُمْ مُّشْرِكُوْنَ۝۱۰۶
اؤ ایمان نهٔ راؤړی ډېر خلق پهٔ الله باندې مګر ورسره شریک هم جوړوی۔ ف۱۵۲
ف۱۵۲: یعنی پهٔ خلهٔ خو ټول وائی چې اصلی مالک اؤ خالق الله تعالیٰ دے ، لېکن بیا هم بتان دَ الله سره دَ خداییٔ پهٔ کارونو کښې شریکوی لکه چې دَ عربو مشرکانو به تلبيه داسې وې لَبَّیْكَ اَللّٰهُمَّ لَبَّیْكَ لَا شَرِیْكَ لَكَ اِلَّا شَرِیْکًا هُوَ لَكَ تَمْلِکُهٗ وَ مَا مَلَكَ (حاضر یو اے الله مونږ حاضر یو ستا شریک نشته ۔ بې دَ هغه شریک نه چې تهٔ دَ هغهٔ مالک ئ اؤ هغه ستا مالک نهٔ دے) څوک ورته لوڼه ځامن تجویز کوی ، څوک ېٔ دَ روح اؤ مادې محتاج ګڼی اؤ چا خپلو عالمانو اؤ صوفیانو (احبارو رهبان) ته دَ خداییٔ اختیارات سپارلی دی۔ څوک پهٔ تعزیه پرستیٔ ، پیر پرستیٔ ، قبر پرستیٔ اؤ دغسې پهٔ نورو ګډو وډو کښې مبتلا وی۔ دَ ریا اؤ نفس پرستیٔ نه خو ډېر کم مسلمانان پاک وی۔ غرض دا چې پهٔ خلهٔ دَ ایمان اؤ توحید دعویٰ اسانه ده خو ډېر کم بیا داسې دی چې پهٔ عقیده یا عمل کښې دَ څرګند یا پټ شرک نه ځان وساتلی شی (اعاذ نا الله من سائر انواع الشرک)۔
اَفَاَمِنُوْۤا اَنْ تَاْتِیَهُمْ غَاشِیَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّٰهِ اَوْ تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۝۱۰۷
آیا دوی بې غمه شوی دی دَ دې خبرې چې راخور شی ورباندې دَ الله دَ طرفه عذاب ، یا راورسی ورته قیامت ناڅاپه اؤ دوی خبر هم نهٔ وی۔ ف۱۵۳
ف۱۵۳: یعنی داسې بې فکره شوی ولې دی۔ آیا دوی دَ الله دَ عذاب نه دَ بچ کېدو څهٔ انتظام کړے دے؟
قُلْ هٰذِهٖ سَبِیْلِیْۤ اَدْعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ١ؔ۫ عَلٰی بَصِیْرَةٍ اَنَا وَ مَنِ اتَّبَعَنِیْ١ؕ وَ سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۱۰۸
تهٔ ورته صفا ووایه زما لار دا ده چې زهٔ بلم خلق الله طرف ته ښهٔ پهٔ پوهه زهٔ اؤ زما ملګری ۔ اؤ پاک دے الله اؤ زهٔ نهٔ یم پهٔ شریک جوړؤنکیو کښې۔ ف۱۵۴
ف۱۵۴: یعنی زما لار دغه دَ خالص توحید لار ده اؤ ټوله دنیا دې لارې ته رابلم چې وهمونه اؤ غلط خیالات پرېږدیٔ اؤ یو الله ته را واوړیٔ۔ زهٔ اؤ زما ملګری دَ واضحو دلیلونو اؤ صحیح عقل پهٔ رڼا کښې پهٔ دغه نېغه لار روان یو ۔ الله پاک ما ته یو نور (قرآن) راکړے دے چې پهٔ هغې زمونږ دَ ټولو ملګریو عقل روښانه شوے دے۔ دلته پهٔ پټو سترګو تلهٔ نشته ۔ دَ توحید پهٔ لار روان هر بنده پهٔ خپل زړهٔ کښې یوه رڼا وینی اؤ دَ خالص عبدیت یو خوند محسوسوی اؤ بې اختیاره وائی سُبْحَانَ اللہِ وَ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِکِیْنَ ۔
وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ مِّنْ اَهْلِ الْقُرٰی١ؕ اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ وَ لَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اتَّقَوْا١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۱۰۹
اؤ څومره رسولان چې مونږه راستؤلی تا نه مخکښې هغه ټول هم سړی وو چې وحې ورته راستؤله مونږ ، دَ کلیو وسیدونکی۔ نو ولې دا خلق پهٔ وطن کښې ګرځیدلی نهٔ دی چې لیدلې ېٔ وې چې څهٔ انجام شو دَ هغه خلقو چې دَ دوی نه مخکښې وو؟ اؤ البته دَ آخرت کور بهتر دے دَ پرهیزګارو دپاره ۔ نو دوی اوس هم نهٔ پوهیږی۔ ف۱۵۵
ف۱۵۵: یعنی وړومبے هم مونږ خلقو ته دَ تبلیغ دپاره دَ آسمان نه فرښتې پهٔ رسالت نهٔ دی راستولی۔ وړومبنی نبیان هم دغه شان دَ کلیو وسیدونکی سړی وو۔ دَ نورو خلقو پهٔ شان وسېدل۔ بیا وګوریٔ چې دَ هغو دروغ ګڼونکی پهٔ څهٔ حال شو اؤ پهٔ دنیا کښې خو بیا هم کله کافران هم دَ راحت ژوند تېروی خو دَ آخرت دائمی خوشحالیٔ خالصې دَ هغه چا دپاره دی چې دَ شرک اؤ کفر نه پرهیز کوی۔ دا خبردارے دے دَ مکّې مشرکانو ته چې دَ مخکښینیو قومونو دَ حال نه عبرت واخلیٔ هغوی دَ نبیانو پهٔ مخالفت تباه شو تاسو ځانونه مهٔ تباه کویٔ۔ دَ دې آیت نه دا خبره معلومیږی چې یوې ښځې ته هم دَ نبوّت مرتبه نهٔ ده ورکړې شوے، نبیان اؤ رسولان ټول پهٔ سړو کښې راغلی دی۔ مریم بی بی ته هم قرآن کښې صدیقه وئیلی شوی دی (لېکن نبیه نهٔ وه) دَ آیت دَ ظاهری الفاظو نه دا هم معلومیږی چې دَ بانډو اؤ مېرو وسیدونکیو کښې پېغمبر نهٔ دے پیدا شوے۔ پهٔ ښارونو اؤ لویو لویو کلیو کښې (چې دَ علم اؤ تهذیب مرکزونه دی نبیان راغلی دی)۔
حَتّٰۤی اِذَا اسْتَیْـَٔسَ الرُّسُلُ وَ ظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوْا جَآءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّیَ مَنْ نَّشَآءُ١ؕ وَ لَا یُرَدُّ بَاْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ۝۱۱۰
تر دې چې پېغمبران به مایوسه شول اؤ ګمان به ېٔ کؤلو چې هغوی سره دروغ وئیلی شوی وو ۔ راورسېدو ورته زمونږ امداد ، نو بچ مو کړل څوک چې مو غوښتل ، اؤ نه شی واپس کېدے زمونږ عذاب دَ ګناهګارو خلقو نه۔ ف۱۵۶
ف۱۵۶: چې دَ عذاب پهٔ ایسارېدو خطا کېږیٔ مهٔ ۔ دا خیال مهٔ کویٔ چې مونږ باندې به عذاب نهٔ راځی۔ مخکښینیو قومونو ته هم مونږ دومره وږد مهلت ورکړے وهٔ چې کافر بالکل بې غمه شوی وو اؤ پهٔ خپله ګمراهیٔ کښې غرق وو۔ تر دې چې پېغمبران دَ هغوی دَ ایمان راوړو نه مایوس شول۔ دلته الله پاک هغوی ته دومره مهلت ورکړے وهٔ چې ډېر عمر تېر شو هم دَ عذاب څهٔ علامې ښکاره نهٔ شوې۔ غرض دا چې دَ پېغمبرانو دپاره دواړه طرف ته مشکلات وو۔ دَ عذاب دَ دې تاخیر نه دَ کافرانو خو دا یقین وشو چې دَ نبیانو سره دَ هغوی دَ امداد اؤ زمونږ دَ دتباهیٔ وعدې دروغ شوے وې اؤ بالکل دَ عذاب نه بې فکره شو۔ کېدے شی چې پهٔ داسې مایوس کن حالت کښې طبعی طور دَ نبیانو پهٔ زړونو کښې هم دا وسوسه پیدا شوی وی چې مونږ چې دَ عذاب کوم مطلب اخستې وهٔ هغه صحیح نهٔ معلومیږی۔ اؤ ممکنه وه چې بې اختیاره ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دا وهم هم راغلے وې چې آیا زمونږ سره دَ امداد وعده اؤ دَ کافرو دَ تباهیٔ وعده به الله تعالیٰ پوره کړی؟ لکه څنګه چې بل ځائې فرمائیلی شوی دی۔
وَ زُلْزِلُوْا حَتّٰی یَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰی نَصْرُ اللہِ ۔ (سوره بقره ، رکوع ۲۶)
(اؤ وجړقؤلے شو تر دې چې رسول اؤ دَ هغهٔ ایماندارو ملګریو ووې کله به راځی هغه دَ الله امداد) نو کله چې دَ کافرانو بې فکری اؤ دَ مؤمنانو مایوسی انتها ته ورسېده دلته ناڅاپی دَ آسمان نه مدد راغلو۔ مؤمنان الله پاک بچ کړل اؤ مجرمان ېٔ تباه و برباد کړل۔
فائده: دَ الله دَ رحمت نه مایوسه کېدل ګناه ده لېکن ظاهری اسبابو پهٔ لحاظ نا امیده کېدل ګناه نهٔ ده یعنی دا وئیلی شی چې پهٔ دې کار کښې څومره پورې چې دَ عقل اؤ دَ ظاهری اسبابو تعلق دے دا کار دَ کېدو نهٔ دے لېکن کهٔ الله پهٔ خپل فضل سره وغواړی نو هر څهٔ کؤلے شی دَ هغهٔ دَ رحمت نه مایوسی نهٔ ده پکار۔ (پهٔ دې آیت کښې دَ مایوسیٔ مطلب دَ ظاهری حالاتو اؤ سبابو پهٔ بنا مایوسی ده دَ الله دَ رحمتِ کامله نه مایوسی نهٔ ده۔ یو پېغمبر دَ الله دَ رحمت نه هېچرې نهٔ شی مایوس کېدے دا خو کفر دے۔
تنبیه: دَ کفر وسوسه (یعنی بې اختیاره پهٔ زړهٔ کښې یو خیال تېرېدل)
کفر نهٔ دے اؤ نهٔ دَ نبیانو دَ پاکیٔ منافی دے یو حدیث شریف دے ”اصحابوؓ نبی کریمﷺ ته عرض وکړو یا رسول اللهﷺ زمونږ پهٔ زړونو کښې بې اختیاره کله کله داسې خبره راشی چې دَ هغې پهٔ خلهٔ وینا نه مونږ پهٔ دې خوشحال یو چې وسوزو سکارهٔ شو۔ حضورﷺ ورته وفرمائیل هم دغه شان ده هغوی عرض وکړو ”اؤ“ نو حضورﷺ وفرمائیل دا خو څرګند ایمان دے (یعنی دَ ایمان علامه ده)“
لَقَدْ كَانَ فِیْ قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّاُولِی الْاَلْبَابِ١ؕ مَا كَانَ حَدِیْثًا یُّفْتَرٰی وَ لٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَ تَفْصِیْلَ كُلِّ شَیْءٍ وَّ هُدًی وَّ رَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۠۝۱۱۱
البته دَ دوی پهٔ قصو کښې لوئے عبرت دے دَ عقل خاندانو لره ، ف۱۵۷ څهٔ دَ دروغو جوړ کړے کلام نهٔ دے بلکې موافق دے دَ هغه کلام سره چې دَ دې نه مخکښې دے ۔ اؤ بیان دے دَ هر څیز اؤ هدایت اؤ رحمت دے هغه خلقو ته چې ایمان راوړی۔ ف۱۵۸
ف۱۵۷: یعنی دا یو افسانه یا ناول نهٔ دے۔ یو تاریخی حقیقت دے چې هوښیاران پرې سوچ کوی اؤ عبرت ترې اخلی۔
ف۱۵۸: یعنی قرآن پاک کوم کښې چې دا رښتونې قصې ذکر دی یو دَ دروغو جوړ کتاب نهٔ دے بلکې دا یو رښتونې کتاب اؤ دَ مخکښینیو آسمانی کتابونو تصدیق کؤنکے اؤ هره ضروری خبره صفا صفا بیانؤنکے دے اؤ ایماندار ورباندې سوچ کوی اؤ فائده ترې اخلی نو دَ هغوی دپاره دَ رحمت اؤ هدایت ذریعه ده (الله پاک دې ېٔ مونږ ټولو ته دَ رحمت اؤ هدایت اؤ نفع ذریعه وګرځوی۔ آمین)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَۃُ الرَّعْدِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَلٰثٌ وَّ اَرْبَعُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍ
سورت رعد مدینه کښې نازل شو چې پکښې دری څلوېښت(۴۳) آیتونه اؤ شپږ رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
الٓمّٓرٰ١۫ تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ١ؕ وَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۱
الف ، لام ، میم ، را ، دا آیتونه دی دَ کتاب ، اؤ څهٔ چې پهٔ تا نازل شوی دَ خپل رب دَ طرف نه هغه حق دی خو ډېر خلق ېٔ نهٔ منی۔ ف۱
ف۱: یعنی دې سورت کښې چې تاسو څهٔ لولیٔ دا دَ یو عظیم الشان کتاب آیتونه دی۔ دا کتاب چې پهٔ تا باندې دَ پروردګار دَ طرفه راغلے دے واقعی چې پهٔ حقه اؤ صحیح دے لېکن حیرانتیا ده چې داسې واضح حقیقت هم ډېر خلق نهٔ منی۔
اَللّٰهُ الَّذِیْ رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ١ؕ كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ یُدَبِّرُ الْاَمْرَ یُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوْقِنُوْنَ۝۲
الله هغه دے چې وچت ېٔ جوړ کړی آسمانونه بغیر دَ ستنو چې تاسو ېٔ وینیٔ۔ ف۲ بیا قائم شو پهٔ عرش ف۳ اؤ پهٔ کار ېٔ ولګؤل نمر اؤ سپوږمۍ ، هر یو چلیږی پهٔ مقرره وخت ، ف۴ انتظام کوی دَ هر کار ظاهروی نښانې دې دپاره چې تاسو خپل رب سره ملاقات باندې یقین وکړیٔ۔ ف۵
ف۲: یعنی دَ دې دنیا دا عظیم چت چې تاسو وینیٔ (آسمان) الله پاک پهٔ خپل قدرت دومره وچت داسې جوړ کړے دے چې بې دَ څهٔ ستنې یا اړم نه ټینګ دے۔ دَ قدرت پهٔ نظر نهٔ راتلونکیو ستنو ولاړ دے ۔ دَ اجسامو دَ کشش نظریه کومه چې دَ نن زمانې سائنسدانان بیانوی کهٔ صحیح هم ومنلې شی نو دَ دې آیت منافی نهٔ دے ځکه چې دَ کشش پهٔ ذریعه کهٔ آسمانی اجسام دَ یو بل سره تړلی وی نو دې ته څوک ستنې نهٔ شی وئیلې اؤ کهٔ څوک ورته ستنې ووائی بیا هم پهٔ نظر نهٔ راځی۔ اؤ قرآن مجید کښې دَ داسې ستنو انکار دے کومې چې لیدے شی۔ ابن عباسؓ ، مجاهد قتاده ، حسن اؤ نورو ډېرو مشرانو عالمانو نه روایت دے چې دَ آسمان ستنې شته خو مونږ ېٔ نهٔ وینو۔
ف۳: دَ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ تفسیر پهٔ سورتِ اعراف کښې دَ اتمې سپارې پهٔ آخر کښې تېر شوے دے۔ هلته ېٔ وګوریٔ۔
ف۴: یعنی نمر خپل چکر پهٔ یو کال کښې پوره کوی اؤ سپوږمۍ پهٔ یو میاشت کښې یا دَ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی معنی ده تر مقرر وخت نو مطلب ېٔ دا شو چې تر قیامته به هم دغه شان روان وی۔
ف۵: یعنی کوم الله چې داسې عظیم مخلوق پیدا کړے دے دَ ستاسو دوباره پیدا کؤل ورته څهٔ دی؟ اؤ یو خبردار، مدبر ، طاقتور بادشاه ، باغیان و مجرمان ټول عمر دپاره دغسې آزاد نهٔ پریږدی اؤ نهٔ وفادار اؤ امن پسند رعیت ته دَ آرام و راحت رسؤلو نه بې فکره کیږی نو الله تعالیٰ چې دَ زمکې اؤ آسمانونو دَ تخت یواځې مالک دے اؤ پهٔ خپل بهترین تدبیر اؤ حکمت دَ پورته اؤ ښکته ټولې دنیا دَ مخلوق انتظام پهٔ بهترینه طریقه چلوی۔ هغه به څنګه مجرمان بې سزا پرېږدی اؤ وفادار رعیت ته به انعام اؤ راحت نهٔ ورکوی۔ ضروری ده چې یو ورځ وفادارو ته دَ تابعداریٔ انعام اؤ مجرمانو ته دَ نافرمانیٔ سزا ورکړې شی۔ لېکن پهٔ دې ژوند کښې دَ وفادار اؤ مجرم داسې څرګند فرق نشته ۔ ځکه یقینًا دَ دې ژوند نه پس بل ژوند شته چې پهٔ هغې کښې به دَ الله تعالیٰ پهٔ عدالت کښې ټول مخلوق پیش کیږی اؤ هر څوک به دَ خپل ټول ژوند دَ کارونو سزا یا جزا مومی ۔
وَ هُوَ الَّذِیْ مَدَّ الْاَرْضَ وَ جَعَلَ فِیْهَا رَوَاسِیَ وَ اَنْهٰرًا١ؕ وَ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ جَعَلَ فِیْهَا زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ۝۳
اؤ هغه دے چې خوره ېٔ کړه زمکه اؤ جوړ ېٔ کړل پکښې غرونه اؤ دریابونه ۔ ف۶ اؤ دَ هرې مېوې نه ېٔ پکښې جوړې کړې دوه دوه قسمه جوړې ۔ ف۷ راغوړوی شپه پهٔ ورځ ، ف۸ پهٔ دې کښې نښانې دی هغه چا دپاره چې فکر کوی۔
ف۶: یعنی غرونه چې پهٔ خپل ځائې مضبوط ولاړ دی اؤ دریابونه چې همېشه روان دی ۔
ف۷: جوړه جوړه یعنی وړه غټه ، خوږه تروه ، ګرمه یخه ، توره سپینه وغېره بلکې دَ نوی تحقیق مطابق خو په بوټیو کښې هم دَ نر ښځې جوړه شته۔
ف۸: دَ دې مطلب سورتِ اعراف کښې دَ اتمې پارې پهٔ آخر کښې بیان شوے دے۔
وَ فِی الْاَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجٰوِرٰتٌ وَّ جَنّٰتٌ مِّنْ اَعْنَابٍ وَّ زَرْعٌ وَّ نَخِیْلٌ صِنْوَانٌ وَّ غَیْرُ صِنْوَانٍ یُّسْقٰی بِمَآءٍ وَّاحِدٍ١۫ وَ نُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلٰی بَعْضٍ فِی الْاُكُلِ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ۝۴
اؤ پهٔ زمکه کښې پټې دی مختلف یو بل سره خوا پهٔ خوا ، اؤ باغونه دی دَ انګورو اؤ پټی دی اؤ کجورې دی چې جرړې ېٔ دَ یو بل سره لګېدلی دی اؤ جُدا جُدا چې پهٔ یو قسم اوبو خړوب کیږی۔ اؤ مونږ یو چې زیاتوؤ پهٔ دې کښې ځنې پهٔ ځنو نورو پهٔ مېوؤ کښې۔ بې شکه په دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې غور کوی۔ ف۹
ف۹: دَ وچت آسمان دَ ذکر نه پس دَ لاندې زمکې حال بیانیږی۔ پهٔ آسمان کښې دَ نمر سپوږمۍ بیان وشو چې دَ هر یو رفتار جُدا دے اؤ دَ هر یو کار جُدا دے۔ کهٔ دَ یو ګرمې اؤ تېزې شعلې یوه فائده ورکوی نو دَ بلې نرمه اؤ ښائسته رڼا دَ بلې فائدې دپاره ده۔ دغه شان دَ زمکې هم مختلف حالتونه دی نو دَ هغې سره متعلق هم دوه مختلف څیزونه بیان شو چې غرونه پهٔ ځائې ولاړ دی اؤ دریابونه همېشه روان دی اؤ دَ زمکې مختلفې ټوټې چې مختلف قسم فصلونه اؤ مېوې پیدا کوی پهٔ هغې کښې هم څومره اختلاف دے۔ پهٔ شکل کښې ، پهٔ رنګ کښې ، خوند کښې ، نر اؤ ښځه کښې۔ بیا دغه زمکه کله دَ نمر پهٔ رڼا روښانه شی اؤ کله پرې دَ شپې تور څادر راخور شی۔ بیا حیرانتیا خو دا ده چې دَ زمکې دوه ټوټې چې دَ یو بل سره جختې وی پهٔ یو قسم اوبو خړوب کیږی ، دَ یو نمر رڼا پرې لګی اؤ یوه هوا پرې چلیږی اؤ بیا هم څنګه بیل بیل قسم مېوې پیدا کوی اؤ پهٔ خپلو کښې ېٔ دَ پیداوار پهٔ کمی اؤ زیاتی کښې څومره فرق وی چې بنده ورته حیران پاتې شی ۔ کهٔ بنده فکر وکړی نو دغه شان پهٔ بنیادمو کښې هم کهٔ دَ یو خاندان بلکې یو مور پلار اولاد وی دَ هدایت دَ نمر رڼا پرې یو شان لګی اؤ دَ رحمت دَ وریځې سېورے پرې یو شان خور وی بیا هم دَ خپل طبعی استعداد پهٔ وجه ورکښې اختلاف پیدا شی نو دا څهٔ دَ حیرانتیا خبره نهٔ ده دَ یو بې انتها طاقت اؤ قدرت لاس دَ آسمان اؤ زمکې دا ټول مخلوق پهٔ خپل موټی کښې نیولے دے اؤ پهٔ خپل حکمت اؤ تدبیر ېٔ هر شے دَ خپل استعداد مطابق دَ خپل عمل پهٔ دائره کښې داسې مضبوط تړلے دے چې بې دَ هغهٔ دَ اجازت نه رپ نهٔ شی وهلې ۔ نو دَ داسې کامل قدرت اؤ اختیار مالک ته څهٔ ګرانه ده چې مونږ دوباره ژوندی کړی اؤ دَ دې عالم دَ مخلوطو عناصرو کیمیاوی تجزیه وکړی اؤ هر یو خیر اؤ شر خپل ځائې ته ورسوی۔
وَ اِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ١ؕ۬ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۵
اؤ کهٔ تهٔ تعجّب کوے نو دَ تعجّب خبره دَ دوی دا وینا ده چې کله مونږ شو خاورې ، نو آیا بیا به دَ نوی سره پیدا کؤلے شو ، ف۱۰ هم دغه دی چې منکر شو دَ خپل رب نه ۔ اؤ هم دغه دی چې زنځیرونه به ېٔ پهٔ څټونو کښې پراتهٔ وی ، اؤ هم دغه دی دوزخیان دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ ف۱۱
ف۱۰: یعنی دَ دې نه زیاته عجیبه خبره به څهٔ وی چې چا وړومبی ځل یو شے جوړ کړے وی اؤ بیا ېٔ دوباره نهٔ شی جوړؤلے؟ (العیاذ بالله) یعنی کهٔ څوک حیرانیږی نو پهٔ دې خبره دې حیران شی چې دوی وائی الله پاک مونږ بیا نهٔ شی ژوندی کؤلے۔
ف۱۱: ګویا دا خلق چې دَ ”بعث بعد الموت“ نه انکار کوی دَ الله تعالیٰ دَ شهنشاهیٔ نه منکر دی نو دَ داسې باغیانو انجام به هم دا وی چې پهٔ مرۍ کښې ېٔ طوق ، لاسونو کښې ېٔ هتکړۍ ، اؤ پهٔ ښپو کښې ېٔ بېړیٔ واچؤلے شی اؤ ابدی جیلخانې کښې غزار کړې شی چې پهٔ حقیقت کښې هم داسې مجرمانو دپاره جوړه کړې شوے ده۔
وَ یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلٰتُ١ؕ وَ اِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلٰی ظُلْمِهِمْ١ۚ وَ اِنَّ رَبَّكَ لَشَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۶
اؤ دوی پهٔ تلوار غواړی ستا نه بدی دَ ښېګړې نه مخکښې۔ ف۱۲ اؤ تېر شوی دی دَ دوی نه مخکښې ډېر عذابونه ، اؤ ستا رب خلق معاف کوی هم سره دَ هغوی دَ ظلم ۔ اؤ ستا دَ رب عذاب هم سخت دے۔ ف۱۳
ف۱۲: یعنی حق قبلوونکی نهٔ دی چې پهٔ هغې سره دَ دنیا اؤ آخرت کامیابی ملاؤ شی۔ کفر اختیاروی اؤ وائی چې راوله عذاب ۔
ف۱۳: یعنی ستاسو نه وړومبے پهٔ ډېرو قومونو عذابونه راغلی دی نو پهٔ تاسو عذاب راوستل هغهٔ ته څهٔ ګران نهٔ دی خو خبره دا ده چې الله پاک دَ خپل بې حسابه رحم اؤ کرم پهٔ وجه خپل مخلوق ته ډېر ګناهونه معاف کوی اؤ سمدستی پرې عذاب نهٔ راولی۔ خو چې دَ هغوی سرکشی دَ حد نه ووځی بیا پرې داسې عذاب راولی چې هېڅوک ترې بچ کېدے نهٔ شی۔
وَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرٌ وَّ لِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ۠۝۷
اؤ وائی کافران ، ولې را نهٔ غلې پهٔ دهٔ باندې څهٔ نښانې دَ خپل رب دَ طرفه ، ف۱۴ ستا کار خو دَ دوی ویرؤل دی اؤ دَ هر قوم دپاره راغلے یو لار ښوؤنکے۔ ف۱۵
ف۱۴: یعنی کومې نښانې (معجزې) چې مونږ غواړو هغه پرې ولې نهٔ راکوزیږی چې مونږ پهٔ ایمان راوړو مجبور شو۔
ف۱۵: یعنی اے نبیﷺ دَ نښانو راتلل دَ ستا پهٔ اختیار کښې نهٔ دی ۔ دا خو دَ الله تعالیٰ کار دے چې کله مناسب وګڼی دَ خپل پېغمبر دَ تصدیق دپاره نښانه راستوی دَ ستا ذمه واری خو دغه هومره ده چې دوی ته نصیحت وکړې اؤ دَ نافرمانیٔ دَ خراب انجام نه ېٔ وویروې ۔ وړومبے هم هر قوم ته هدایت کؤنکی اؤ دَ الله دَ عذاب نه ویرونکی راغلی دی پهٔ هغوی کښې هېچا هم دا دعویٰ نهٔ ده کړے چې کافران څهٔ معجزه غواړی پېغمبر به ورته ضرور هغه معجزه ښئی۔ البته هدایت کؤل دَ هغوی کار وهٔ هغه دَ ستا هم دے ۔ خو دومره فرق دے چې هغوی دَ خاص خاص قومونو دَ هدایت دپاره راغلی وو اؤ تهٔ دَ دنیا دَ ټولو قومونو دَ هدایت دپاره ئ۔
اَللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ اُنْثٰی وَ مَا تَغِیْضُ الْاَرْحَامُ وَ مَا تَزْدَادُ١ؕ وَ كُلُّ شَیْءٍ عِنْدَهٗ بِمِقْدَارٍ۝۸
الله پېژنی چې څهٔ پهٔ ګېډه کښې ساتی هره ښځه۔ ف۱۶ اؤ هغه چې راغونډیږی ګېډې اؤ هغه چې لوئیږی۔ اؤ دَ هر څیز دَ هغهٔ سره اندازه مقرر ده ۔ ف۱۷
ف۱۶: الله تعالیٰ ته معلوم دی څهٔ چې دَ ښځې پهٔ ګېډه کښې دی چې نر دے کهٔ ښځه۔ پوره شوے دے کهٔ لا نهٔ دے۔ لږه موده کښې به پیدا کیږی کهٔ ډېره کښې۔
ف۱۷: غرض دا چې دَ ښځې دَ ګېډې دَ لوئیدو اؤ کمېدو ټول رازونه اؤ پوره پوره حالات یو الله ته ښهٔ معلوم دی اؤ هغه پهٔ خپل کامل علم هر څیز پهٔ هر حالت کښې دَ هغهٔ دَ استعداد موافق پهٔ یوه خاصه اندازه ساتی۔ اؤ کومې معجزې چې الله تعالیٰ دَ پېغمبرانو دَ صداقت دپاره څرګندوی پهٔ هغې کښې هم دَ یوې خاصې اندازې ، مصلحت اؤ حکمت خیال ساتی ، کوم چې دَ بنیادمو دَ استعداد اؤ حالت موافق دَ نښانو څرګندؤل مناسب وی پهٔ هغې کښې کمې نه کوی ۔ باقی هدایت قبلؤل اؤ دَ نفعې اخستو پهٔ لحاظ دَ بنیادمو مثال داسې دے لکه دَ حاملې دَ ګېډې نه دَ پیدا کیدونکیو حالات چې دَ استعداد اؤ تربیت پهٔ بنا مختلف وی۔
عٰلِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ الْكَبِیْرُ الْمُتَعَالِ۝۹
هغه خبر دے پهٔ ټولو پټو څیزونو اؤ پهٔ څرګندو دَ ټولو نه لوئے دے عالی شان۔ ف۱۸
ف۱۸: دَ الله تعالیٰ دَ علم دَ بې اندازه فراخیٔ اؤ احاطه کؤلو بیان دے چې دَ دنیا هېڅ څرګند اؤ پټ څیز دَ هغهٔ دَ علم نه بهر نهٔ دے اؤ ټوله دنیا دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ تصرّف کښې ده ۔
سَوَآءٌ مِّنْكُمْ مَّنْ اَسَرَّ الْقَوْلَ وَ مَنْ جَهَرَ بِهٖ وَ مَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍۭ بِالَّیْلِ وَ سَارِبٌۢ بِالنَّهَارِ۝۱۰
برابره ده کهٔ پهٔ تاسو کښې څوک پهٔ ورو خبره کوی۔ اؤ کهٔ څوک ېٔ پهٔ زوره کوی۔ اؤ څوک چې پټیږی دَ شپې اؤ څوک چې پهٔ کوڅو کښې ګرځی دَ ورځې۔ ف۱۹
ف۱۹: دَ الله دَ علم دَ فراخیٔ نه پس اوس دَ مقام اؤ حالاتو مناسب دَ مکلفینو پهٔ نسبت فرمائی چې دَ ستاسو هر قول اؤ هر کار پټ وی کهٔ څرګند الله تعالیٰ ته معلوم دے کومه خبره چې تاسو پهٔ زړهٔ کښې پټه ساتیٔ اؤ کومه چې څرګنده کویٔ اؤ کوم کار چې دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې پټ پرده کښې کویٔ اؤ کوم چې دَ ورځې رڼا کښې پهٔ ښکاره کویٔ دَ علم پهٔ اعتبار دواړه الله ته یو برابر دی دَ هغهٔ نه هېڅ شے پهٔ هېڅ حال کښې نهٔ شی پټېدے۔
ځنو مفسرینو وئیلی دی چې دې آیت کښې دَ درے قسمه خلقو حالت بیان شوے دے۔ (۱) مَنْ اَسَرَّ الْقَوْلَ (څوک چې دَ بل خبره زړهٔ کښې پټه ساتی) (منافق) ۔ (۲) وَ مَنْ جَہْرَ بِھٖ (اؤ څوک چې ېٔ پهٔ جهر وائی) (کافران) ۔ (۳) وَ مَنْ ہُوَ مُسْتَخْفٍۢ بِاللَّیْلِ وَ سَارِبٌۢ بِالنَّہَارِ (اؤ څوک چې ځنی کارونه دَ شپې پټ کوی لکه غلا وغېره ۔ اؤ ځنې ېٔ پهٔ څرګند دَ ورځې کوی لکه عبادت نمونځونه وغېره) (یعنی ګنهګار مسلمانان) دا ټول الله تعالیٰ ته ښهٔ معلوم دی۔
لَهٗ مُعَقِّبٰتٌ مِّنْۢ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهٖ یَحْفَظُوْنَهٗ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ١ؕ وَ اِذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِقَوْمٍ سُوْٓءًا فَلَا مَرَدَّ لَهٗ١ۚ وَ مَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّالٍ۝۱۱
دَ هغهٔ څوکیدار دی دَ بنده نه وړاندې اؤ وروستو دَ هغهٔ حفاظت کوی دَ الله پهٔ حکم ۔ ف۲۰ بې شکه الله نهٔ بدلوی دَ یو قوم حالت ، تر څو چې بدل نهٔ کړی هغوی څهٔ چې دَ هغوی پهٔ زړونو کښې دی۔ اؤ کله چې الله وغواړی پهٔ یو قوم آفت راوستل ، بیا هغه نهٔ واپس کیږی ، اؤ هېڅوک نهٔ دی دَ هغوی ، بې دَ الله نه مددګار۔ ف۲۱
ف۲۰: یعنی دَ هر بنده سره دَ الله تعالیٰ فرښتې مقرر دی چې ځنې دَ هغهٔ ټول اعمال لیکی اؤ ځنې دَ الله پهٔ حکم بنده دَ مصیبت نه بچ کوی دَ کومو نه چې ېٔ الله پاک بچ کؤل غواړی۔ څنګه چې الله پاک پهٔ دې دنیا کښې عامه طریقه ده چې دَ هر څیز دپاره ېٔ څهٔ ظاهری اسباب مقرر کړی دی۔ دغه شان ېٔ څهٔ پټ اسباب اؤ ذرائع هم پیدا کړی دی کوم چې مونږ ته نهٔ ښکاری لېکن دَ قدرت کارونه دَ هغو پهٔ ذریعه سر ته رسی۔
ف۲۱: یعنی الله تعالیٰ دَ خپلې نګهبانیٔ اؤ مهربانیٔ نه کومه چې همېشه دَ بنیادمو سره دَ هغهٔ دَ طرف نه کیږی یو قوم نه بې برخې کوی۔ تر څو چې هغه قوم خیل روش دَ الله سره بدل کړے نهٔ وی ( یعنی تر څو چې ېٔ سخته نافرمانی نهٔ وی شروع کړے) اؤ چې خپل روش بدل کړی (یعنی نافرمانیٔ کښې دَ حد نه زیات شی) نو بیا ورباندې داسې آفت راولی چې نهٔ دَ چا پهٔ واپس کؤلو واپس کېدے شی اؤ نهٔ ېٔ دَ چا امداد څهٔ پکار راتلې شی۔
فائده: پهٔ دې کښې دَ قومونو دَ ختو اؤ پرېوتو قانون بیان شوے دے۔ دَ افرادو نهٔ دے۔ دَ قوم پهٔ ښهٔ اؤ خراب حالت متعین کېدو کښې دَ غلبې اؤ اکثریت لحاظ وی (یعنی چې دَ قوم اکثر افراد خراب شی نو کهٔ څهٔ لږ پکښې ښهٔ هم وی) خو دَ قوم حالت پرېوځی اؤ زوال پرې راشی۔
هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّ طَمَعًا وَّ یُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَۚ۝۱۲
هم هغه دے چې ښئی تاسو ته پړق دَ ویرې ۔ اؤ طمعې دپاره اؤ راپورته کوی درنې درنې ګورې وریځې۔ ف۲۲
ف۲۲: وړومبے دَ بندګانو دَ حفاظت ذکر وشو بیا پهٔ هغوی دَ آفت اؤ تباهیٔ ۔ معلومه شوه چې دَ الله تعالیٰ ذات دَ رحم و کرم اؤ قهر اؤ انتقام دواړو جامع دے۔ نو اوس دَ دې مناسب دَ قدرت داسې نښانې بیانیږی چې پهٔ یو وخت پکښې دَ فائدې طمع اؤ دَ نقصان خطره دواړه کیفیتونه موجود وی۔ یعنی کله چې وریځ کښې برېښنا وی نو دَ بندګانو دَ باران طمع پیدا شی خو ورسره ورسره دَ طوفان خطره هم وی چې چرته تندر، ږلۍ ، طوفان اؤ دَ تباهیٔ اسباب پکښې نهٔ وی۔ چې درنې ګورې وریځې پهٔ آسمان راخورې شی نو دَ بندګانو دَ باران طمع وشی خو ورسره ورسره دَ طوفان خطره هم وی۔ دغه شان بنده ته دَ الله دَ رحم و کرم و انعام و احسان طمعدار کېدل پکار دی خو ورسره ېٔ دَ قهر اؤ غضب نه بې فکره کېدل ښهٔ نهٔ دی۔
وَ یُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهٖ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مِنْ خِیْفَتِهٖ١ۚ وَ یُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَیُصِیْبُ بِهَا مَنْ یَّشَآءُ وَ هُمْ یُجَادِلُوْنَ فِی اللّٰهِ١ۚ وَ هُوَ شَدِیْدُ الْمِحَالِؕ۝۱۳
اؤ لولی رعد دَ هغهٔ خوبیٔ اؤ ټولې فرښتې دَ هغهٔ دَ ویرې ۔ ف۲۳ اؤ هغه راستوی تندر نو وېٔ غورزوی پهٔ چا چې ېٔ خوښه وی ، اؤ دوی جګړې کوی دَ الله پهٔ خبره کښې اؤ دَ هغهٔ ګرفت سخت دے۔ ف۲۴
ف۲۳: یعنی دَ ګړ ګوړ وریځ یا فرښته دَ ”حال“ یا ”قال“ پهٔ ژبه دَ الله تعالیٰ ثنا صفت اؤ پاکی بیانوی۔ وَ اِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمْدِہٖ وَ لٰکِنْ لَّا تَفْقَہُوْنَ تَسْبِیْحَہُمْ۔ (سوره بنی اسرائیل رکوع ۵)
(پهٔ دنیا کښې یو شے هم داسې نشته چې دَ الله تسبیح نهٔ وائی خو تاسو دَ هغو پهٔ تسبیح نهٔ پوهېږیٔ۔
تنبیه: دَ ګړز اؤ تندر متعلق دَ موجوده سائنس تحقیق دا دے چې پهٔ وریځ کښې دَ بجلۍ مثبت ذرّات دی نو کله چې وریځ دَ زمکې سره ډېره نژدے وی نو کله کله دا وریځ دَ زمکې نه منفی ذرّات ځان ته راکاږی۔ اؤ بیا کله کله دَ دې وریځې دپاسه بله وریځ داسې وی چې هغې کښې هم دَ بجلۍ مثبت ذرّات موجود وی اؤ پهٔ تجربو دا ثابته شوے ده چې دوه دَ مختلف طاقت والا دَ بجلۍ څیزونه چې یو بل ته مخامخ شی نو هر یو دَ بل نه طاقت ځان ته راکاږی چې دَ دواړو طاقت سره برابر شی۔ پهٔ دې طریقه چې پورته اؤ ښکته وریځه دَ یو بل نه طاقت راکاږی نو دَ دې سخت حرارت پیدا شی اؤ دَ دې حرارت نه دَ دواړو وریځو دَ غټوالی پهٔ اندازه یو دَ اور لمبه پیدا شی۔ دغه لمبه صائؔقه ده اؤ دَ دې نه چې کوم پړق پیدا کیږی هغه بَرْقْ دے۔ اؤ پهٔ هوا کښې چې دَ دې دَ پیدا کېدو پهٔ وجه کوم آواز پیدا کیږی هغه رَعَدْ دے۔ دَ بجلۍ دا دَ اور لمبه کله کله دَ اور اؤ هوا نه ښکته راکوزه شی اؤ عجیبه عجیبه کارونه کوی۔ آبادیٔ وغوزوی۔ شنې ونې سره لمبه کړی۔ غرونه وچوی۔ زمکه کښې لوئے غار جوړ کړی۔ اؤ ډېر ځله داسې شوی دی چې دَ بنده دَ بدن نه ېٔ جامې الوزؤلی دی۔ پهٔ ونو غنو کښې نښتی خو دَ بنده بدن ته څهٔ نقصان نهٔ دے رسېدلے۔ (دائرة المعارف فرید و جدی)
پهٔ داسې واقعاتو دَ بنده دا ګمان وشی چې دَ بجلۍ پهٔ دې اور لمبه کښې څهٔ دَ عقل اؤ اختیار خاوند طاقت پهٔ نالیدلی طریقه خپل کار کوی۔ مونږ ته دَ دې نظریٔی دَ انکار کؤلو څهٔ ضرورت ځکه نشته چې دَ دې نظریٔی بیانؤنکے خپله اقرار کوی چې دَ ”روح“ پهٔ شان دَ بجلۍ دَ دې طاقت اصل حقیقت هم مونږ ته نهٔ دے معلوم۔ نبیانؑ اؤ نور دَ کشف اؤ مشاهدې والا دَ الله بندګان دا وائی چې دَ دنیا پهٔ دې ټول انتظام کښې دَ ظاهری اسبابو نه علاوه دَ پټو اسبابو یو لویه سلسله ده ۔ مونږ چې دلته څهٔ وینو دا یو ظاهری شکل دے اؤ دَ دې اشکالو اصل حقیقت پټ دے چې هغې ته دَ عامو خلقو عقل نهٔ شی رسېدے۔ صرف دَ روحانی طاقت خاوندان اؤ دَ زړهٔ پهٔ سترګو لیدونکی هغه لیدے شی۔ آخر تاسو چې کومه نظریه بیانویٔ دَ بجلۍ دَ طاقت اؤ دَ هغې دَ مثبت اؤ منفی ذراتو مشاهده خو هم عام خلق نهٔ شی کؤلے صرف دَ طبیعاتو ماهران پرې پوهېږی۔ کم از کم دومره اعتماد کهٔ دَ نبیانو اؤ روحانی طاقت ماهرانو پهٔ مشاهده اؤ تجربه وکړې شی (څومره چې پهٔ سائنسدانانو کویٔ) نو ډېر اختلافات به ختم شی۔ دَ احادیثو نه معلومیږی چې دَ دنیا دَ نور انتظام پهٔ شان دَ بارانونو اؤ وریځو پهٔ انتظام هم فرښتې مقرر دی چې هغوی وریځې مناسب ځائې ته رسوی اؤ دَ مصلحت اؤ ضرورت مطابق ترېنه کار اخلی۔ کهٔ چرې دَ ستاسو دَ نظریٔی مطابق پهٔ وریځ اؤ زمکه کښې دَ بجلۍ طاقت موجود وی اؤ دَ هغې پهٔ انتظام یوه فرښته مقرر وی نو تاسو دَ دې نه انکار ولې کویٔ۔ کوم څیز ته چې تاسو دَ بجلۍ لمبه واییٔ ، چونکې هغه دَ فرښتې پهٔ خاص تدبیر اؤ تصرّف پیدا کیږی نو کهٔ پهٔ حدیث کښې دَ هغې نه پهٔ ”مخاریق من نار“ (دَ اور کروړه) باندې تعبیر شوے دے نو کوم قیامت راکوز شو۔ دَ دغې لمبې دَ پیدا کېدو پهٔ وجه چې کوم ګړز پیدا کیږی کهٔ دَ اصل حقیقت پهٔ نظر دَ هغې نه دَ فرښتې پهٔ قهر اؤ زورنه تعبیر وشی نو ډېر مناسب تعبیر دے۔ بهرحال سائنس چې دَ کوم څیز ظاهری شکل وپېژندو ، وحې دَ هغې اصل حقیقت اؤ روح بیان کړو۔ بیا څهٔ ضرورت چې دواړه دَ یو بل مخالف اؤ مقابل وګڼلی شی۔ علامه محمود آلوسی دَ سورتِ بقره پهٔ اول کښې پهٔ دې موضوع کافی بحث کړے دے هغه کتل پکار دی۔
ف۲۴: دَ الله ګرفت ډېر سخت دے۔ چرته پهٔ دې جګرې کؤنکیو تندر راونهٔ غورزوی۔ پهٔ حدیث کښې دی چې نبی کریمﷺ دَ عربو سردار ته یو سړے واستؤلو چې دغه سردار ما ته راوله ۔ استاذی چې دَ نبی کریمﷺ پېغام هغهٔ ته ورسؤلو چې رسول اللهﷺ دې غواړی نو هغهٔ ورته پهٔ ځواب کښې ووېٔ۔ رسول څوک وی؟ اؤ الله څهٔ شے دے؟ دَ څهٔ نه جوړ دے؟ دَ سرو دے کهٔ دَ سپینو کهٔ دَ تانبې؟ درے ځله هغهٔ دَ استاذی سره دغه خبره وکړه۔ پهٔ دریٔم ځل چې ېٔ وې نو پهٔ آسمان کښې وریځ را وچته شوه پهٔ هغه ساعت ترېنه تندر راپرېوتو اؤ دغه سردار ېٔ ایرې ایرې کړو۔ پهٔ ځنو احادیثو کښې راځی چې دَ عربو دوه سرداران عامؔر بن طفیل اؤ اربؔد ابن ربیعه دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شول چې مونږ ایمان راؤړو خو پهٔ دې شرط چې ستا نه پس به خلافت زمونږ وی۔ نبی کریمﷺ انکار وکړو۔ نو هغوی پهٔ غصه کښې پاڅېدل، وې چې ستا پهٔ مقابله کښې به مونږ دَ مدینې منورې ټوله دره دَ سورو اؤ پیادؤ نه ډکه کړو۔ نبی کریمﷺ ورته پهٔ ځواب کښې ورفرمائیل الله تعالیٰ به زمونږ حفاظت وکړی۔ اؤ دَ مدینې انصار اؤ مهاجر مسلمانان به ستاسو مقابله وکړی (اؤ ستاسو فوځونه اسلام ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسولے) هغوی دواړه لاړل پهٔ لار کښې اربد باندې تندر پرېوتو اؤ عامر دَ طاعون پهٔ دانه مړ شو۔
فائده: دَ رعد دَ ګړز پهٔ اورېدو دا دعا وئیل پکار دی۔ سُبْحَانَ مَنْ یُّسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِہٖ وَالْمَلٰئِکَۃُ مِنْ خِیْفَتِہٖ اَللّٰہُمَّ لَا تَقْتُلْنَا بِغَضَبِکَ وَلَا تُہْلِکُنَا بِعَذَابِکَ وَ عَافِنَا قَبْلَ ذٰلِکَ ۔
لَهٗ دَعْوَةُ الْحَقِّ١ؕ وَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَجِیْبُوْنَ لَهُمْ بِشَیْءٍ اِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّیْهِ اِلَی الْمَآءِ لِیَبْلُغَ فَاهُ وَ مَا هُوَ بِبَالِغِهٖ١ؕ وَ مَا دُعَآءُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ۝۱۴
هم دَ هغهٔ بلنه پهٔ حقه ده ، اؤ نور څوک چې کوم خلق بلی دَ هغهٔ نه سوا هغه دَ هغوی هېڅ پکار نهٔ شی راتلې مګر داسې لکه چې یو سړی دواړه لاس اوبو ته وغوړؤل۔ چې دا اوبهٔ دَ هغهٔ خلې ته راورسی ، اؤ هغه به هېچرې هغهٔ ته ونهٔ رسی۔ اؤ دَ کافرو بلنه خو سراسر ګمراهی ده ۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی امداد غوښتل دَ هغه چا نه پکار دی څوک چې دَ نفعې نقصان مالک وی۔ بې وسه ته دَ چغو وهلو نه څهٔ خیر دے۔ دَ الله نه سوا نور څوک دی چې دَ خپل یا بل دَ نفعې نقصان مالک وی؟ دَ الله نه سوا دَ بل چا نه امداد غوښتل داسې دی لکه یو تږې سړے چې دَ کوهی پهٔ غاړه ودریږی اؤ لاس ېٔ اوبو ته نیولی وی منتونه ورته کوی چې زما خلې ته راورسیٔ۔ څرګنده ده چې ترقیامته هم دَ کوهی نه اوبهٔ دَ هغهٔ خلې ته نهٔ راخیژی دغسې به دَ تندې مړ شی۔ حضرت شاه صاحب لیکی ۔ کافر چې دَ چا نه امداد غواړی هغه ځنی خو هسې خیالات اؤ وهمونه دی اؤ ځنی پیریان یا شیطانان اؤ پهٔ ځنو څیزونو کښې څهٔ خاصیتونه نشته خو هغه څیزونه خپله دَ هغه خاصیتونو مالکان نهٔ دی۔ دا خاصیتونه ېٔ دَ بل چا پهٔ اختیار کښې دی نو بیا دَ هغو نه دَ امداد غوښتو څهٔ خیر دے۔ دَ چا پهٔ اختیار کښې چې دا خاصیتونه دی دَ هغهٔ نه ېٔ غوښتل پکار دی۔
وَ لِلّٰهِ یَسْجُدُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ طَوْعًا وَّ كَرْهًا وَّ ظِلٰلُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَ الْاٰصَالِ۩۝۱۵
اؤ الله ته سجده کوی څوک چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څوک چې پهٔ زمکه دی پهٔ رضا اؤ پهٔ زوره اؤ دَ هغو ټولو سېوری سحر اؤ ماښام۔ ف۲۶
ف۲۶: حضرت شاه صاحب لیکی څوک چې پهٔ الله یقین کوی هغوی پهٔ خپله خوښه دَ الله حکم ته غاړه یٔښې ده ۔ اؤ څوک چې پرې یقین نهٔ کوی پهٔ هغوی بې اختیاره اؤ پهٔ مجبوریٔ هم هغه حکم جاری کیږی اؤ سېورے سحر اؤ ماښام پهٔ زمکه خوریږی دغه ېٔ سجده ده ۔ مطلب دا چې جواهر وی کهٔ اعراض یو څیز هم دَ الله دَ تکوینی حکم نه وتې نهٔ شی۔ دَ هغهٔ دَ طاقت پهٔ وړاندې ټول دَ حکم تابع اؤ سر پهٔ سجده دی۔ دَ سېوری وږدېدل اؤ کمېدل اؤ یو اړخ بل اړخ ته اوړېدل ټول دَ الله پهٔ اراده کیږی۔ دَ سحر اؤ ماښام ذکر وشو چې دې وخت کښې سېورے پهٔ زمکه خور اؤ څرګند وی (یعنی تابع خو هر وخت دے یا دَ سحر اؤ ماښام نه مراد دَ ټولو وختونو احاطه ده)
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ قُلِ اللّٰهُ١ؕ قُلْ اَفَاتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ لَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَّ لَا ضَرًّا١ؕ قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَ الْبَصِیْرُ١ۙ۬ اَمْ هَلْ تَسْتَوِی الظُّلُمٰتُ وَ النُّوْرُ١ۚ۬ اَمْ جَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوْا كَخَلْقِهٖ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَیْهِمْ١ؕ قُلِ اللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ وَّ هُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ۝۱۶
ورته ووایه چې څوک دے رب دَ آسمانونو اؤ زمکې۔ ورته ووایه الله دے۔ ورته ووایه نو بیا تاسو والې نیولی دَ هغهٔ نه سوا داسې ملګری چې هغه مالکان نهٔ دی دَ خپل ځان دَ نفعې اؤ نقصان۔ ف۲۷ ورته ووایه ، آیا برابرېدے شی ړوند اؤ پهٔ سترګو روغ ۔ یا چرته برابرېدے شی تیارهٔ اؤ رڼا ف۲۸ آیا دوی جوړ کړی دی دَ الله سره داسې شریکان چې هغوی هم څهٔ پیدا کړی لکه الله چې پیدا کړی ، بیا شکمن شو دا پیداوښت دَ دوی په نظر کښې۔ ورته ووایه ، الله پیدا کؤنکے دے دَ هر څیز اؤ هم هغه دے یواځې پهٔ ټولو غالب۔ ف۲۹
ف۲۷: یعنی چې دا منیٔ چې دَ ټولو رب الله تعالیٰ دے نو بیا دَ مدد دپاره نورو ته چغې څهٔ ته وهیٔ سره دَ دې چې دَ الله تعالیٰ نه سوا دَ نفعې نقصان مالک بل هېڅوک نشته۔
ف۲۸: یعنی دَ مؤحد اؤ مشرک ترمینځه داسې فرق دے لکه دَ ړوند اؤ بینا اؤ دَ توحید اؤ شرک مقابله داسې ده لکه دَ رڼا اؤ تیرې ۔ نو آیا یو ړوند مشرک چې دَ شرک پهٔ تیرو کښې ټکرې خوری هغه ځائې ته رسېدے شی کوم ځائې ته چې دَ نظر خاوند دَ ایمان پهٔ رڼا دَ فطرت پهٔ صفا ستره سړک روان دے هرګز نهٔ شی رسېدے۔
ف۲۹: یعنی څنګه چې الله تعالیٰ دا مخلوق پیدا کړے دے نو آیا ستاسو بتانو هم څهٔ شے پیدا کړے دے؟ چې دَ ستاسو پهٔ هغوی دَ خداییٔ شک وشو ۔ هغوی خو دَ ځان نه مچ هم نهٔ شی شړلے بلکې دَ نورو څیزونو پهٔ شان دغه بتان هم دَ الله تعالیٰ مخلوق دی۔ نو بیا داسې معذور اؤ مجبور شے دَ خداییٔ پهٔ تخت څنګه کښېنویٔ؟ (څهٔ خو دَ عقل نه کار واخلیٔ دَ الله درجه وپېژنیٔ)
اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَالَتْ اَوْدِیَةٌۢ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّیْلُ زَبَدًا رَّابِیًا١ؕ وَ مِمَّا یُوْقِدُوْنَ عَلَیْهِ فِی النَّارِ ابْتِغَآءَ حِلْیَةٍ اَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهٗ١ؕ كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْحَقَّ وَ الْبَاطِلَ١ؕ۬ فَاَمَّا الزَّبَدُ فَیَذْهَبُ جُفَآءً١ۚ وَ اَمَّا مَا یَنْفَعُ النَّاسَ فَیَمْكُثُ فِی الْاَرْضِ١ؕ كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَؕ۝۱۷
هغهٔ راتوې کړې دَ آسمان نه اوبهٔ ، بیا وبهېدې کندې پهٔ خپله خپله اندازه ، بیا پورته راوخېژؤلو خوړ ځګونه پړسیدلی۔ اؤ کوم څیز چې دوی ګرموی پهٔ اور کښې دَ کالیو یا نور سامان جوړؤلو دپاره ، پهٔ هغې کښې هم ځګ دے دغه شان بیانوی الله تعالیٰ حق اؤ باطل۔ نو هغه ځګ خو لاړ شی وچ شی۔ اؤ کوم شے چې دَ خلقو پکار راځی ، هغه باقی پاتې شی پهٔ زمکه کښې۔ دغه شان بیانوی الله مثالونه۔ ف۳۰
ف۳۰: الله تعالیٰ دَ آسمان نه باران ورؤلو پهٔ هغې کندې اؤ خوړونه وبهېدل هر یو کښې دَ هغې دَ فراخیٔ پهٔ اندازه څومره چې الله ته منظوره وه اوبهٔ ېٔ وبیؤلې ، چا کښې کمے چا کښې زیاتے چې اوبهٔ پهٔ کندو کښې وبهېدے نو خاورې اؤ خس و خاشاک هر څهٔ ېٔ دَ ځان سره وبیؤل اؤ پهٔ سر ېٔ ځګونه پړسیدلی پړسیدلی راغلل لکه څنګه چې سرهٔ سپین زر تانبه یا نور څیزونه دَ کالیو یا نورو څیزونو دپاره پهٔ اور ویلی کوی اؤ دَ اور دَ تاوه پرې ځګونه راشی۔ پهٔ دې خوړونو کښې دَ اوبو دَ تېزیٔ پهٔ وجه دغه شان ځګونه راپورته شی۔ خو لږه شېبه کښې دا ځګونه وچ شی یا خوارهٔ وارهٔ شی اؤ دَ مطلب شے اوبهٔ یا ویلی شوی معدنیات پهٔ زمکه کښې یا دَ خلقو پهٔ لاس کښې باقی پاتی شی چې خلق ترېنه مختلفې فائدې اخلی اؤ ضرورتونه پوره کوی۔ دغه شان دَ حق اؤ باطل مثال هم دے۔ کله چې دَ آسمان نه حق دین دَ وحې پهٔ ذریعه راکوز شی نو دَ بنیادمو پهٔ زړونو کښې ترېنه دَ هغو دَ استعداد موافق دَ فیض چینې جاری شی ۔ بیا دَ حق اؤ باطل پهٔ خپلو کښې ټکره راشی نو باطل لکه دَ ځګ دَ اوبو پهٔ سر راخور شی اؤ پهٔ ظاهره پهٔ حق غالب ښکاری۔ خو دَ باطل دا جوش عارضی وی لږ وخت پس دا جوش ختم شی اؤ حق چې پهٔ ظاهره مغلوب ښکاری پهٔ خپل ځائې قائم اؤ مضبوط پاتې شی فکر وکړیٔ دَ الله تعالیٰ مثالونه څنګه عجیبه دی ۔ څنګه خلق پوهوی چې دَ حق اؤ باطل سره ټکره راځی اؤ دَ دواړو پهٔ مقابله کښې تر څهٔ وخته باطل وچت ښکاری لېکن آخر دَ باطل زور ختم شی اؤ حق غالب اؤ کامیاب شی یو مسلمان ته دَ باطل پهٔ ظاهری طاقت خطا کېدل نهٔ دی پکار۔ دغه شان دَ یو بنیادم زړهٔ ته چې حق ننوځی نو تر څهٔ وخته ورسره دَ باطلو وهمونو سخته مقابله وی خو دَ دې نه ویره نهٔ ده پکار ، لږو ورځو کښې به دا زور شور ختم شی اؤ حق به پهٔ خپل ځائې ثابت پاتې شی۔ پهٔ مخکښې آیتونو کښې دَ توحید اؤ شرک مقابله شوے ده ۔ پهٔ دې مثال کښې دَ حق و باطل دَ مقابلې حالت بیان شو، وړاندې بیا دَ دواړو انجام واضح بیانیږی۔
لِلَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنٰی١ؔؕ وَ الَّذِیْنَ لَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهٗ لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّ مِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْحِسَابِ١ۙ۬ وَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١ؕ وَ بِئْسَ الْمِهَادُ۠۝۱۸
چا چې ومنلو دَ خپل رب حکم دَ هغو دپاره بهتری ده ۔ ف۳۱ اؤ چا چې ونهٔ منلو کهٔ دَ هغوی سره دی۔ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ټول اؤ دومره ورسره نور هم ، هغوی به دا ټول ورکړی دَ ځان پهٔ بدله کښې ف۳۲ ۔ دَ دوی دپاره دے سخت حساب۔ ف۳۳ اؤ دَ دوی ځائې دوزخ دے۔ اؤ دا ډېر ناکاره ځائې دے۔
ف۳۱: یعنی چا چې ایمان اؤ نیک کارونه خوښ کړی دی دَ هغوی دپاره دنیا اؤ آخرت دواړو کښې بهتری ده ۔ حقیقی خوشحالی اؤ دَ زړهٔ اطمینان اؤ سکون ورته حاصل وی۔
ف۳۲: دې دنیا کښې خو هر څنګه چې وی وخت تېر شی خو پهٔ آخرت کښې به دا منکران داسې پهٔ بد حال وی چې کهٔ دَ ټولې دنیا خزانې ورسره وی بلکې دغه هومره ورسره نورې هم وی نو دا ارمان به کوی چې دا ټولې خزانې رانه چا واخستې اؤ دَ دې سختې نه خلاص شوې لېکن خلاصې ېٔ نشته۔
ف۳۳: یعنی دَ اعمالو پهٔ حساب کښې به ورسره هېڅ رعایت نهٔ کیږی ، دَ هرې هرې خبرې به پوره پوره سزا ورکؤلے شی۔
اَفَمَنْ یَّعْلَمُ اَنَّمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ اَعْمٰی١ؕ اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِۙ۝۱۹
نو آیا کوم سړے چې پهٔ دې پوهیږی۔ چې څهٔ نازل کړی دی پهٔ تا خپل رب هغه حق دی (داسې سړے) برابرېدے شی ړوند سره ۔ اؤ پوهیږی خو هغه خلق څوک چې عقل لری۔ ف۳۴
ف۳۴: دَ مؤمن اؤ دَ کافر دواړو انجام جدا جدا ذکر کؤلو نه پس ارشاد دے چې داسې کېدل دَ عقل اؤ حکمت سره بالکل موافق دی ۔ یو هوښیار هم دا نهٔ شی وئیلے چې یو صفا ړوند چې هېڅ ورته نهٔ ښکاری پهٔ تیارهٔ کښې ټکرې وهی هغه دَ هغه سړی سره برابر شی دَ چا دَ زړهٔ سترګې چې پرانستې وی اؤ دَ حق دَ رڼا نه پوره پوره فائده اخلی۔
الَّذِیْنَ یُوْفُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَ لَا یَنْقُضُوْنَ الْمِیْثَاقَۙ۝۲۰
هغه څوک چې پوره کوی دَ الله وعده ۔ اؤ نهٔ ماتوی دا وعده ۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی دَ الله تعالیٰ سره چې ېٔ پهٔ ازل کښې کومه وعده (عهد الست) کړے ده اؤ کومې وعدې چې ترېنه دَ نبیانو پهٔ خلهٔ اخستې شوی دی هغه ټولې پوره کوی اؤ یوه وعده هم نهٔ ماتوی۔ یا دَ دنیا پهٔ معامله کښې چې دَ بندګانو سره کومه وعده وکړی (پهٔ دې شرط چې ګناه پکښې نهٔ وی) هغه بیا نهٔ ماتوی۔
وَ الَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَ یَخَافُوْنَ سُوْٓءَ الْحِسَابِؕ۝۲۱
اؤ هغه خلق چې یو ځائې کوی هغه چې الله حکم کړے دے دَ هغې دَ یو ځائې کؤلو ف۳۶ اؤ ویره کوی دَ خپل رب نه اؤ ویریږی دَ بد حساب نه۔ ف۳۷
ف۳۶: یعنی دَ (۱) رشته داریٔ حقونه پوره پوره ادا کوی (صله رحمی کوی) یا (۲) ایمان دَ عمل سره اؤ دَ بنیادمو حقونه دَ الله دَ حقونو سره یو ځائې کوی یا (۳) اسلامی ورورولی قائمه ساتی یا (۴) پهٔ نبیانو کښې فرق نهٔ کوی چې دا منم اؤ دا نهٔ منم بلکې ټول نبیان پهٔ حقه منی۔
ف۳۷: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ عظمت اؤ جلال نه ویره کوی اؤ زړهٔ کښې ېٔ دا خوف وی چې دَ قیامت پهٔ ورځ چې دَ ذرې ذرې حساب کیږی هلته به مې څهٔ حال وی۔
وَ الَّذِیْنَ صَبَرُوا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّ عَلَانِیَةً وَّ یَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عُقْبَی الدَّارِۙ۝۲۲
اؤ هغه خلق چې صبر ېٔ کړے دَ خپل رب دَ رضا دپاره ف۳۸ اؤ قائموی نمونځ اؤ خرڅ کوی زمونږ دَ ورکړی رزق نه پټ اؤ پهٔ ښکاره ف۳۹ اؤ کوی نیکی پهٔ بدله کښې دَ بدیٔ ۔ ف۴۰ هم دغه خلقو دپاره دے دَ آخرت کور۔
ف۳۸: یعنی دَ دنیا پهٔ سختو اؤ مصیبتونو ېٔ دَ الله دَ رضا دپاره صبر وکړو۔ دَ سختې دَ ویرې ېٔ دَ حقې لارې نه قدم وروستو نهٔ کړو، اؤ نهٔ نافرمانیٔ ته واوړېدل خالص دَ الله دَ رضا دپاره ۔ دَ دې دپاره نهٔ چې دنیا ورته صابر اؤ ډېر باهمته ووائی اؤ نهٔ دَ دې دپاره چې مجبور وهٔ څهٔ ېٔ کؤلے نهٔ شو نو صبر ېٔ وکړو۔
ف۳۹: پټ ېٔ غالبًا ځکه وړاندې کړل چې پټ خیرات بهتر دے بې دَ هغې موقعې نه چې شرعی مصلحت ېٔ دَ اظهار تقاضا کوی۔
ف۴۰: یعنی دَ بدیٔ پهٔ بدله کښې نیکی کوی اؤ دَ سختیٔ پهٔ مقابله کښې نرم چلیږی ، کهٔ څوک پرې زیاتے وکړی دې ېٔ معاف کوی (پهٔ دې شرط چې معاف کؤلو کښې دَ بدیٔ زیاتېدو خطره نهٔ وی) دَ بدیٔ نه ځان بچ کوی اؤ نیک کارونه کوی اؤ کهٔ پهٔ خطا ترېنه چرته څهٔ بد کار وشی نو ژر توبه وباسی اؤ دَ هغې پهٔ بدله کښې نور زیات دَ نیکیٔ کارونه وکړی۔
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا وَ مَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَ اَزْوَاجِهِمْ وَ ذُرِّیّٰتِهِمْ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَدْخُلُوْنَ عَلَیْهِمْ مِّنْ كُلِّ بَابٍۚ۝۲۳
دَ وسېدو باغونه ف۴۱ چې دوی به ورننوځی اؤ څوک چې نیکان وو دَ دوی پهٔ پلارانو نیکونو اؤ ښځو اؤ اولاد کښې ف۴۲ اؤ فرښتې به راننوځی دوی ته پهٔ هره دروازه ۔
ف۴۱: چې دوی به پکښې همېشه وسی۔
ف۴۲: دَ ” آباء“ لفظ تغلیبًا وئیلے شوے دے ، میاندې هم ورسره دی ۔ دَ نیکانو دپاره دَ جنّت دَ زیری نه علاوه دا نوره دَ خوشحالیٔ خبره ده چې پهٔ جنّت کښې به ورسره مور پلار ، ښځې ، اؤ اولاد هم وی ۔ کوم چې دَ خپلې نیکیٔ پهٔ وجه دَ جنت حقدار وی نو دا ټول به جنّت کښې پهٔ یو ځائې وسی۔ تر دې چې کهٔ پهٔ دغه متعلقینو کښې څوک دَ کمې درجې وی (خو چې دَ جنّت حقدار وی) نو الله تعالیٰ به پهٔ خپل فضل دَ هغهٔ درجه دَ دې کامل مؤمن سره برابر کړی اؤ ټول به پهٔ جمع وسی۔ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ (سوره طور ، رکوع ۱)
دَ دې نه معلومه شوه چې دَ ایمان اؤ نیک عمل نه بغیر دَ نیکانو خپلوی کافی نهٔ ده ۔ البته چې ایمان اؤ نیک عمل ورسره وی نو دَ تعلق پهٔ وجه به ېٔ مرتبه وچته شی ۔ والله اعلم
سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِؕ۝۲۴
وائی به سلام دے وی پهٔ تاسو دَ دې پهٔ بدله کښې چې تاسو صبر کړے نو ښهٔ درکړې شو دَ آخرت کور ف۴۳
ف۴۳: پهٔ صحیح حدیثونو کښې دَ جنّت اتهٔ (۸) دروازې بیان شوی دی مطلب دا چې دَ دې نیکو بندګانو دَ قدر اؤ عزّت زیاتؤلو دپاره به فرښتې دَ هر طرف نه تحفې راوړی اؤ پهٔ خدمت کښې به حاضریږی ۔ پهٔ حدیث کښې دی چې دَ ټولو خلقو نه اول به جنّت ته هغه غریبان مهاجرین ځی چا چې دَ سختې اؤ دَ جنګ پهٔ وخت کښې ډېر همّت کړے دے اؤ هر تکلیف ېٔ پهٔ خندا تېر کړے دے اؤ څهٔ حکم چې به ورته کېدو سمدستی به پرې عمل کؤلو ته تیار وو ۔ دَ دنیا ارمانونه ېٔ پهٔ زړهٔ دَ ځان سره وړی دی ۔ دَ قیامت پهٔ ورځ به الله تعالیٰ وفرمائی زما هغه بندګان چرته دی حاضر ېٔ کړیٔ ۔ چا چې زما دپاره سخته تېره کړے ده دَ حق دپاره ېٔ سر قربان کړے دے ۔ بیا به ورته حکم وکړی ځیٔ جنّت ته ننوځیٔ اؤ فرښتو ته به حکم وکړی چې ورشیٔ زما دَ دې بندګانو پهٔ خدمت کښې حاضر شیٔ اؤ سلام ورته وکړیٔ۔ فرښتې به عرض وکړی۔ یا الله مونږ دَ ستا پهٔ دربار کښې نژدے وسیدونکی اؤ ستا بهترین مخلوق یو نو مونږ لاړې شو دَ زمکې دې مخلوق ته (چې ستا دَ دربار نه ډېر لرې وسېدل) سلام وکړو؟ الله تعالیٰ به ورته وفرمائی۔ اؤ ! دا زما هغه بندګان دی چې زما دَ رضا دپاره ېٔ ډېړې سختې تېرې کړے دی اؤ زما پهٔ نوم ېٔ خپل سرونه قربان کړی دی اؤ ټول ارمانونه ېٔ دَ ځان سره راوړی دی ۔ دوی پهٔ توحید سر قربان کړے دے اؤ ډېرې سختې ېٔ تېرې کړے دی۔ ورشیٔ دوی ته سلام وکړیٔ ۔ فرښتې به دَ هر طرف نه دَ هغوی پهٔ خدمت کښې حاضرې شی اؤ ورته به وائی : سَلَامٌ عَلَیْکُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې نبی کریمﷺ به دَ هر کال پهٔ شروع کښې دَ شهیدانو قبرونو ته تلو اؤ ورته به ېٔ وې۔ سَلَامٌ عَلَیْکُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ۔
اؤ هم دغه طریقه دَ حضرت ابوبکرؓ ، حضرت عمرؓ اؤ حضرت عثمانؓ هم وه ۔
وَ الَّذِیْنَ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مِیْثَاقِهٖ وَ یَقْطَعُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ١ۙ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَ لَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ۝۲۵
اؤ څوک چې ماتوی دَ الله سره وعده دَ مضبوطؤلو نه پس اؤ پرې کوی هغه چې الله ورته حکم کړے دَ هغې دَ یو ځائې کؤلو اؤ فساد خوروی پهٔ زمکه کښې ۔ دَ داسې خلقو دپاره لعنت دے ۔ اؤ دوی دپاره دے ناکاره کور۔ ف۴۴
ف۴۴: دَ نیک بختو پهٔ مقابله کښې دَ بدبختو خویونه عادتونه اؤ آخری انجام ښیٔلے شی ۔ دَ بدبختو کار دا دے چې دَ الله تعالیٰ سره بې لوظی کوی اؤ دَ کومو څیزونو چې الله تعالیٰ دَ یو ځائې کؤلو حکم کړے دے هغه جدا کوی ۔ پهٔ ملک کښې شر اؤ فساد خوروی اؤ پهٔ خلقو اؤ پهٔ خپل ځان ظلمونه کوی ۔ دغه خلق دَ الله تعالیٰ دَ رحمت نه لری دی اؤ دَ ټولو نه ناکاره ځائې (دوزخ) دوی دپاره مقرر دے۔
اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یَقْدِرُ١ؕ وَ فَرِحُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ؕ وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا مَتَاعٌ۠۝۲۶
الله فراخه کوی روزی چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ تنګوی، ف۴۵ اؤ دوی مئین دی دَ دنیا پهٔ ژوند ۔ اؤ دَ دنیا ژوند هېڅ نهٔ دے دَ آخرت مقابله کښې مګر ډېر لږ شے۔ ف۴۶
ف۴۵: یعنی دَ دنیا دَ خوشحالیٔ اؤ فراخیٔ نه نیک بختی اؤ بدبختی نهٔ معلومیږی۔ دا ضروری نهٔ ده چې چا ته چې الله تعالیٰ پهٔ دنیا کښې رزق فراخ ورکړے دے هغه دې مقبول هم وی ډېرو مقبولو بندګانو باندې دنیا کښې دَ ازمېښت دپاره سختې راځی اؤ ډېرو بدبختو ته دَ مهلت ورکؤلو دپاره دَ دنیا خوشحالیٔ ورکؤلے شی۔ هم دغه دَ دې خبرې دلیل دے چې دَ دې ژوند نه علاوه یو بل ژوند هم شته چې هغې کښې به هر سړی ته دَ خپل نیک اؤ بد عمل پوره پوره بدله ورکؤلے شی ۔ بهرحال دَ دنیا تنګی یا فراخی دَ مردود یا مقبول کېدو علامه نهٔ ده۔
ف۴۶: یعنی هم دغه دَ دنیا ژوند خپل اصلی مقصد ګڼی اؤ پهٔ خپله کامیابیٔ غرور اؤ فخر کوی۔ اؤ حال دا دے چې دَ آخرت پهٔ مقابله کښې دَ دنیا ژوند هېڅ هم نهٔ دے۔ لکه یو سړے کهٔ پهٔ سمندر کښې ګوته ډوبه کړی نو دا دَ ګوتې لوندوالے دَ سمندر دَ اوبو مقابله کښې هېڅ حقیقت هم نهٔ لری ۔ دَ دنیا حیثیت دَ آخرت پهٔ مقابله کښې دومره هم نهٔ دے ۔ نو هوښیار ته پکار دی چې دَ فانی پهٔ ځائې دَ باقی خیال وساتی ۔ حقیقت دا دے چې دا دنیا دَ آخرت دپاره دَ تیاریٔ ځائې دے ۔ خپله څهٔ مقصد نهٔ دے۔ دَ دې ځائې دَ سامان داسې فائده اخستل پکار دی چې آخرت کښې پکار راشی ۔ لکه دَ اصحابو کراموؓ ژوند چې وهٔ ۔
وَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ قُلْ اِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ اَنَابَۖۚ۝۲۷
اؤ کافران وائی ولې رانهٔ غله په دهٔ باندې څهٔ نخښه دَ خپل رب دَ طرفه ۔ ورته ووایه الله ګمراه کوی څوک چې وغواړی اؤ لار ښیٔ هغه چا ته چې ورته رجوع وکړی۔ ف۴۷
ف۴۷: پهٔ سوونو معجزې ېٔ لیدلے وې خو هم هغه خپله خبره ېٔ نیولے وه چې کومه معجزه مونږ غواړو هغه راته وښیه ۔ مثلًا( (۱) دَ مکّې معظمّې غرونه دَ خپل ځائې نه لږ لږ وخوزوه چې دَ کروندې دپاره زمکه پیدا شی یا (۲) دَ زمکې نه راته چینې راوباسه یا (۳) زمونږ پلار نیکهٔ اؤ زاړهٔ مړی راته ژوندی کړه چې مونږ ورسره خبرې وکړو۔) غرض دا چې یو داسې معجزه راته وښیه چې مونږ پهٔ ایمان راؤړو مجبور شو۔ دَ هغې ځواب ورکړې شو چې الله پاک پهٔ دې هر څهٔ باندې قادر دے خو دَ هغهٔ حکمت اؤ مصلحت دا نهٔ غواړی چې ستاسو فرمائش پوره کړی۔ دَ پېغمبر دَ صداقت ښکاره کېدو دپاره چې دَ څومره نښانو ضرورت وهٔ دَ هغې نه زیات تاسو ته ښیٔلی شوی دی۔ دَ نورو ټولو معجزو نه علاوه یو قرآن خپله داسې معجزه ده چې دَ پېغمبر دَ صداقت دپاره کافی ده ۔ چې تاسو پهٔ دې دومره معجزو سمې لارې ته رانهٔ غلیٔ نو معلومه شوه چې دَ الله تعالیٰ دَ قدیم قانون موافق دَ هغهٔ رضا دا ده چې تاسو دغه شان ګمراهیٔ کښې پراتهٔ وسیٔ۔ بېشکه کهٔ تاسو دَ دغې نښانو پهٔ لیدو هغهٔ ته رجوع کړے وې نو هغهٔ به دَ خپل عادت موافق تاسو نور مخکښې روان کړی ویٔ اؤ حقیقت ته به ېٔ رسولی ویٔ ۔ چې تاسو پهٔ دومره نښانو هغهٔ ته رجوع ونهٔ کړه نو دَ هغهٔ دَ حکمت تقاضا دا ده چې تاسو مجبوروی نه ۔ بیا دَ فرمائشی معجزې ښیٔلو څهٔ ضرورت دے۔ بلکې پهٔ نهٔ ښیٔلو کښې ېٔ ستاسو فائده ده ۔ ځکه چې دَ قدرت قانون دا دے چې فرمائشی معجزه هغه وخت کښې ښئی کله چې دَ یو قوم دَ تباه کؤلو اراده وکړی۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی چې الله تعالیٰ ما ته وفرمائیل اے محمّدﷺ کهٔ ستاسو خواهش وی نو دا فرمائشی نښانې ورته وښیٔم خو کهٔ بیا ېٔ هم ایمان رانهٔ وړو نو داسې عذاب به پرې راولم چې دنیا کښې به پهٔ یو قوم نهٔ وی راغلے اؤ کهٔ ستا خوښه وی نو دَ رحمت اؤ توبې دروازه به ورته آزاده پرېږدم ۔ نبی کریمﷺ دغه خبره خوښه کړه ۔ چنانچې هم پهٔ هغه فرمائشی معجزو غوښتونکیو کښې وروستو ډېر کسان مسلمانان شول۔
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ تَطْمَىِٕنُّ قُلُوْبُهُمْ بِذِكْرِ اللّٰهِ١ؕ اَلَا بِذِكْرِ اللّٰهِ تَطْمَىِٕنُّ الْقُلُوْبُؕ۝۲۸
هغه خلق چې ایمان ېٔ راؤړو اؤ آرام مومی دَ هغوی زړونه دَ الله پهٔ یادؤلو، ف۴۸ واؤریٔ هم دَ الله پهٔ یادؤلو آرام مومی زړونه ۔ ف۴۹
ف۴۸: دا دَ الله طرف ته دَ رجوع کؤنکیو حال بیان شو چې هغوی ته دَ ایمان دولت حاصل شی اؤ دَ الله پهٔ یادو ېٔ زړهٔ ته اطمینان اؤ تسلّی حاصلیږی اؤ دَ ټولو نه غټ ذکر قرآن دے لکه چې ”اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ وَ اِنَّا لَهٗ لَحَافِظُوْنَ۝“ ارشاد دے ۔ نو دَ قرآن پهٔ لوستو دَ مسلمان پهٔ زړهٔ کښې یقین پیدا کیږی اؤ ټول شیطانی شکونه اؤ وسوسې لرې کیږی نو زړهٔ ته ېٔ اطمینان اؤ تسلّی اؤ سکون حاصل شی۔ نو یو طرف ته کهٔ دَ الله تعالیٰ عظمت اؤ لوئی پهٔ زړهٔ کښې خوف پیدا کوی نو بل طرف ته دَ هغهٔ بې شانه رحم و کرم اؤ بخشش زړهٔ ته تسلّی ورکوی اؤ دَ سکون اؤ راحت سامان پیدا کوی۔ غرض دا چې دَ مسلمان زړهٔ دَ هر طرف نه راغونډ شی اؤ یو الله ته متوجه شی اؤ دَ الله دَ ذکر نُور دَ هغوی دَ زړونو نه دَ دنیا غمونه اؤ پرېشانیٔ ورکې کړی۔
ف۴۹: یعنی مال دولت ، حکومت ، منصب ، اؤ جائیداد یا دَ فرمائشی معجزو لیدل زړهٔ ته اطمینان نهٔ شی ورکؤلے (بلکې نور ېٔ پرېشانه کړی) صرف دَ الله تعالیٰ تعلق اؤ دَ هغهٔ دَ ذکر نُور زړهٔ ته سکون اؤ آرام ورکؤلے شی۔
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ طُوْبٰی لَهُمْ وَ حُسْنُ مَاٰبٍ۝
کومو خلقو چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل دَ هغوی دپاره خوشحالی ده اؤ ښهٔ ډېره ده ۔ ف۵۰
ف۵۰: طُوْبٰی: مترجم رحمة الله علیه دَ ” طُوْبٰی “ لغوی معنٰی خوشحالی اخستې ده ۔ پهٔ دې کښې هغه دَ جنّت ونه هم راغله کومې ته چې پهٔ حدیث شریف کښې دَ طوؔبیٰ نوم اخستې شوے دے۔
كَذٰلِكَ اَرْسَلْنٰكَ فِیْۤ اُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَاۤ اُمَمٌ لِّتَتْلُوَاۡ عَلَیْهِمُ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَ هُمْ یَكْفُرُوْنَ بِالرَّحْمٰنِ١ؕ قُلْ هُوَ رَبِّیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَ اِلَیْهِ مَتَابِ۝۳۰
دغه شان تهٔ مونږ را واستؤلے یو قوم ته چې تېر شوی دی دَ دې نه مخکښې نور قومونه چې تهٔ واؤروې دوی ته هغه حکم چې راستؤلے دے مونږ تا ته ، ف۵۱ اؤ دوی انکار کوی دَ رحمان۔ ف۵۲ ورته ووایه هغه زما رب دے نشته عبادت بل دَ هېچا سوا دَ هغهٔ ، پهٔ هغهٔ زما باور دے اؤ هم هغهٔ طرف ته رجوع کوم۔ ف۵۳
ف۵۱: یعنی څنګه چې مونږ خپل طرف ته رجوع کؤنکیو ته دَ کامیابیٔ لار ښایو دغه شان مو تهٔ دَ دې اُمّت دَ رهنماییٔ دپاره راستؤلے ئ چې مونږ چې پهٔ خپل کامل رحمت تا باندې کوم کتاب نازل کړے دے هغه خپل اُمّت ته واؤروې (اؤ دَ کامیابیٔ پهٔ لار ېٔ روان کړې) دې قوم ته دَ ستا پهٔ پېغمبریٔ راستؤل څهٔ ناشنا خبره نهٔ ده ۔ نورو قومونو ته هم مونږ پېغمبران راستؤلی دی۔ اؤ دَ هغو دَ تکذیب کؤنکیو چې څهٔ حاصل شوے دا خلق دې هغې ته فکر وکړی اؤ سمې لارې ته دې راواؤړی ګنی دَ دوی به هم هغه شان حال شی۔
ف۵۲: یعنی رحمٰن الله پهٔ خپل رحم پهٔ تا قرآن راواستؤلو اؤ تهٔ ېٔ دَ خپل اُمت دپاره دَ رحمت والا پېغمبر کړې۔ لېکن دې ناشکرو ستا مخالفت ته ملا وتړله اؤ دَ رحمٰن دَ حق منلو نه منکر شو۔ بلکې دَ هغهٔ نوم پرې هم ښهٔ نهٔ لګی۔ ځکه ېٔ دَ حدیبې صلح نامه لیکلو کښې بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ لیکلو باندې اعتراض وکړو۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَھُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ قَالُوْا وَمَا الرَّحْمٰنُ (سوره فرقان ، رکوع ۵)
(اؤ کله چې دوی ته ووئیلی شی رحمٰن ته سجده وکړیٔ نو دوی وائی رحمٰن څهٔ وی؟ مونږ خو رحمٰن نهٔ پېژنو)
ف۵۳: یعنی دَ کوم رحمٰن چې تاسو انکار کویٔ هم هغه زما رب دے ، اؤ هم هغه الله دے چې شریک ېٔ نشته۔ ” قُلِ ادْعُو اللہَ اَوِدْعُوا الرَّحْمٰنَ ؕ اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی“ (بنی اسرائیل ، رکوع ۱۲)
(تهٔ ورته ووایه چې الله ېٔ بلیٔ اؤ کهٔ رحمٰن پهٔ هر نوم چې ېٔ یادویٔ ټول دَ الله تعالیٰ پاک نومونه دی)
زما آغاز و انجام (پیداوښت اؤ مرګ) ټول هم دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دی ، نهٔ دَ ستاسو پهٔ انکار ما ته څهٔ نقصان رسېدے شی اؤ نهٔ زهٔ دَ هغهٔ دَ رحمت نه مایوس کېږم زما پهٔ هغهٔ پوخ باور دے۔
وَ لَوْ اَنَّ قُرْاٰنًا سُیِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ اَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْاَرْضُ اَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتٰی١ؕ بَلْ لِّلّٰهِ الْاَمْرُ جَمِیْعًا١ؕ اَفَلَمْ یَایْـَٔسِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَهَدَی النَّاسَ جَمِیْعًا١ؕ وَ لَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا تُصِیْبُهُمْ بِمَا صَنَعُوْا قَارِعَةٌ اَوْ تَحُلُّ قَرِیْبًا مِّنْ دَارِهِمْ حَتّٰی یَاْتِیَ وَعْدُ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُخْلِفُ الْمِیْعَادَ۠۝۳۱
اؤ کهٔ چرته یو قرآن داسې وې چې روانېدې پهٔ هغې غرونه یا ټوټې کېدے ورباندې زمکه ، یا خبرې کؤلے ورباندې مړیو (نو څهٔ به شوی وو) بلکې ټول کارونه خو دَ الله پهٔ لاس کښې دی۔ ف۵۴ نو آیا (اوس هم) تسلّی نهٔ ده شوے دَ مسلمانانو (پهٔ دې خبره) چې کهٔ الله وغواړی نو ټولو خلقو ته به هدایت وکړی، ف۵۵ اؤ همېشه به رسی منکرانو ته دَ دوی دَ عملونو پهٔ وجه څهٔ آفت یا به راځی دا آفت دَ دوی دَ کورونو سره نژدے ، تر دې چې راشی دَ پوره کېدو وخت دَ الله دَ وعدې ، بېشکه الله دَ خپلې وعدې خلاف نهٔ کوی۔ ف۵۶
ف۵۴: دلته دَ قرآن نه مطلب عام کتاب دے۔ څنګه چې پهٔ احادیثو کښې زبور ته هم قرآن وئیلی شوی دی۔ یعنی کهٔ چرته داسې کتاب وې چې دَ ستاسو فرمائشی معجزې پرې پوره کېدے شوې نو هغه به هم دغه قرآن وهٔ ۔ هم دغه قرآن پهٔ خپلو عقیدو باندې دَ غرونو پهٔ شان کلک خلق ېٔ دَ ځانه وخوزؤل۔ هغه غلطې عقیدې ېٔ پرېښوې اؤ دَ توحید پرستار شو اؤ دَ بنیادمو دَ زړونو زمکې ېٔ وچؤلے ، دَ الله دَ معرفت اؤ ایمان دَ نُور چینې ېٔ ترېنه روانې کړې۔ الله تعالیٰ ته دَ رسېدو لار ېٔ دَ کلونو پهٔ ځائې پهٔ منټونو کښې ووهله۔ اؤ دَ مړ قوم پهٔ زړونو کښې ېٔ دَ ژوند سا پوک وهله ۔ چې دَ داسې کتاب پهٔ ذریعه ستاسو زړونو شفا ونهٔ مونده اؤ هدایت مو نصیب نهٔ شو نو کهٔ ستاسو فرمائشی معجزې ورته وښیٔلی شی بیا هم څهٔ امید نشته چې تاسو به ایمان راؤړیٔ اؤ بیا به نور نور بحثونه اؤ نوې نوې مطالبې شروع نهٔ کړیٔ۔ تاسو داسې ضدیان ییٔ چې پهٔ هېڅ دلیل اؤ یو معجزه یقین نهٔ کویٔ۔ حقیقت دا دے چې هدایت اؤ ګمراهی دَ الله پهٔ لاس کښې ده چې دَ الله خوښه نهٔ وی تر قیامته هم هدایت نهٔ شی موندې اؤ چې کله هغه وغواړی نو خپله ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ ایمان شوق پیدا شی۔ (اؤ بغیر دَ معجزې دَ مطالبو ایمان راؤړی)
ف۵۵: شاید چې دَ ځنو مسلمانانو پهٔ زړونو کښې دا خیال پیدا شوے وی کهٔ دَ دوی مطالبه پوره شوے وې نو شاید چې ایمان ېٔ راؤړے وې۔ دَ هغوی دَ تسلّیٔ دپاره الله تعالیٰ فرمائی چې تاسو زړهٔ جمع کړیٔ۔ کهٔ الله تعالیٰ غوښتے نو دې ټولو به بغېر دَ معجزې دَ مطالبې ایمان راؤړے وهٔ لېکن دا دَ الله تعالیٰ دَ اعانت او حکمت خلاف ده ۔ الله تعالیٰ بنده ته څهٔ قدرې اختیار ورکړے دے اؤ داسې اسباب ېٔ ورته جوړ کړی دی چې پهٔ خپله خوښه دَ هدایت پهٔ لار روان شی اؤ دَ دې اسبابو نه فائده واخلی نو بیا دَ هغوی دَ مطالبو پوره کؤلو څهٔ ضرورت دے۔ کهٔ دوی دَ دغه اسبابو نه کار نهٔ اخلی اؤ دَ عناد پهٔ وجه خپل ایمان پهٔ بې هوده مطالبو پورې تړی نو الله تعالیٰ هم دا اراده نهٔ ده کړے چې ټول خلق دې مسلمانان شی۔ آخر دَ لَاَمْلَئَنَّ جَھَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ۔ وعده خو به هم پهٔ څهٔ پوره کیږی۔
ف۵۶: یعنی دا دَ مکّې معظمې مشرکان پهٔ فرمائشی معجزو ښیٔلو ایمان نهٔ راؤړی۔ دوی پهٔ دې خبرو نهٔ پوهیږی۔ دوی خو به هله منی چې څهٔ سخته پهٔ دوی راشی۔ یا ېٔ پهٔ خواوشا نورو قبیلو راشی چې دَ هغې نه عبرت واخلی۔ مثلًا پهٔ جهاد کښې دَ مسلمانانو دلاسه قتل شی یا قید شی یا پرې نور څهٔ آفتونه راشی۔ دغه سلسله به دغه شان جاری وی۔ تر هغې وخته چې دَ الله تعالیٰ وعده پوره شی۔ مکّه معظمه فتح شی اؤ جزیرة العرب دَ شرک دَ ګند نه پاکه شی۔ بېشکه دَ الله تعالیٰ وعده مضبوطه ده۔ دا به ضرور پوره کیږی۔ ځنو مفسرانو پهٔ اَوْ تَحُلُّ قَرِیْبًا مِّنْ دَارِھِمْ کښې ضمیر حضورﷺ ته راجع کړے دے۔ یعنی چې تهٔ دَ هغوی دَ کورنو سره نژدے کوز شې (دېره شې) لکه دَ حدیبيي واقعه کښې چې وشوه ۔ پهٔ دغه شکل کښې به دَ قَارِعَه نه مطلب هغه واړهٔ واړهٔ جنګونه (سرایا) وی کومو کښې چې حضور اکرمﷺ خپله نهٔ وهٔ شریک شوے۔ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې دا آیت ټولو کفارو ته عام دے۔ یواځې دَ قریشو پهٔ حق کښې نهٔ دے۔
وَ لَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَمْلَیْتُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ١۫ فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ۝۳۲
اؤ خنداګانې شوے دی پهٔ ډېرو رسولانو پورې دَ تا نه مخکښې ، نو مهلت مو ورکړو کافرانو ته ، بیا مو راونیؤل ۔ نو څنګه وه زما سزا؟ ف۵۷
ف۵۷: یعنی کهٔ سزا لږه وروستو شی نو دا خیال مهٔ کویٔ چې ګنی خلاص شو۔ ستاسو نه مخکښې مجرمانو ته هم دغه شان مهلت ورکړې شوے وهٔ (چې ځان سم کړی) خو چې سم نهٔ شو اؤ راګېر مې کړهٔ نو دَ هغوی دَ تباهیٔ خبرې اوس هم خلق بیانوی۔
اَفَمَنْ هُوَ قَآىِٕمٌ عَلٰی كُلِّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ١ۚ وَ جَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ١ؕ قُلْ سَمُّوْهُمْ١ؕ اَمْ تُنَبِّـُٔوْنَهٗ بِمَا لَا یَعْلَمُ فِی الْاَرْضِ اَمْ بِظَاهِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ١ؕ بَلْ زُیِّنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مَكْرُهُمْ وَ صُدُّوْا عَنِ السَّبِیْلِ١ؕ وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ۝۳۳
آیا څوک چې نیؤلے ولاړ دے دَ هر چا پهٔ سر دی څهٔ چې هغهٔ کړی دی۔ اؤ جوړوی دوی دَ الله سره شریکان، ف۵۸ ورته ووایه دَ دوی نومونه واخلیٔ ف۵۹ اؤ کهٔ تاسو ښاییٔ الله ته داسې خبرې چې هغهٔ ته نهٔ دی معلومې پهٔ زمکه کښې ف۶۰ اؤ کهٔ دا تشې دَ خلې خبرې دی۔ ف۶۱ بلکې (خبره دا ده چې) ښائسته شوے دے کافرانو ته خپل فریب اؤ منع کړی شوی دی دَ سمې لارې نه، ف۶۲ اؤ څوک چې الله ګمراه کړی نو هېڅوک نشته چې لار ورته وښئی، ف۶۳
ف۵۸: یعنی کوم الله چې دَ هر کس دَ هر عمل هر وخت نګرانی کوی اؤ یوه لحظه هم ترېنه هم بې خبره نهٔ دے ۔ کهٔ څوک څهٔ ورانے وکړی هم پهٔ هغه وخت سزا ورکؤلے شی۔ نو دَ مجرمانو څهٔ خیال دے چې دَ داسې رب دَ سزا نه به چرته ځان بچ کړې شی؟ یا دَ داسې الله سره هغه دَ کاڼی بتان برابرېدے شی؟ چې نهٔ څهٔ وینی نهٔ اوری اؤ نهٔ خپل ځان ته یا بل ته څهٔ نفع نقصان رسؤلے شی۔ دَ حیرانتیا خبره ده چې دَ داسې الله پهٔ موجودګیٔ کښې بنیادم یو عاجز اؤ کمزوری مخلوق ته سجدې کوی اؤ دَ خداییٔ اختیارات ورته ورکوی۔ دَ دې ظلم هم څهٔ حد شته؟ چې دَ یو علیم الکل اؤ پهٔ هر صفت موصوف الله پهٔ مقابله کښې بل خدائې منی نو هغه هم داسې چې نهٔ ېٔ څهٔ طاقت شته اؤ نهٔ پهٔ څهٔ پوهیږی ۔ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې مونږ څهٔ کار کوؤ پټ وی کهٔ څرګند ټول الله تعالیٰ ته معلوم دی ۔ دَ خلقو دَ دې مشرکانه خیالاتو نه هغه بې خبره نهٔ وی۔ ژر وی کهٔ پس دَ دې سزا ورکوی۔
ف۵۹: یعنی تاسو چې دَ الله سره څوک شریکویٔ لږ دَ هغو نومونه اؤ پتې خو بیان کړیٔ۔ آیا دَ داسې الله پهٔ مقابله کښې دَ کوم صفتونه چې مخکښې بیان شو۔ څوک غیرتی دَ کاڼیو دَ بې وسه بتانو نوم اخستے شی؟ اؤ کهٔ څوک بې شرمه دَ لاؔت و عُزؔیٰ نوم واخلی هم نو کوم عقلمند به پرې غور وکړی؟
ف۶۰: یعنی الله تعالیٰ ته دَ زمکې پهٔ مخ پهٔ خپله خداییٔ کښې دَ چا شریک نوم معلوم نهٔ دے (شته نه نو معلوم به څهٔ شی؟) نو آیا تاسو الله ته داسې خبرې ښاییٔ چې هغهٔ ته نهٔ دی معلومې؟ (نعوذ بالله) دَ زمکې پهٔ مخ ځکه ووئیلی شو چې دَ مشرکانو بتان کوم چې هغوی پهٔ خداییٔ منل هم پهٔ زمکه پراتهٔ وو۔
تنبیه: ابوحیؔانؒ پهٔ لَا یَعْلَمُ کښې ضمیر ماؔ ته راجع کړے دے۔ یعنی ولې تاسو الله ته دا ښاییٔ چې تا سره پهٔ خداییٔ کښې دا بتان شریک دی کوم چې یو پوټے علم نهٔ لری؟
ف۶۱: وړومبے ارشاد وهٔ چې لږ دَ دې نورو خدایانو نومونه خو وښییٔ چې څوک دی؟ بیا ېٔ وفرمائیل چې دَ کوم څیز چې پهٔ حقیقت کښې څهٔ وجود نهٔ وی دَ هغې نوم به څوک څهٔ وښئی؟ اوس فرمائی چې دَ الله تعالیٰ سره خداییٔ کښې څوک شریک منل تش دَ خلې خبرې دی چې هېڅ حقیقت ېٔ نشته ۔ هسې پهٔ باطل ګمان اؤ وهم یو شے حقیقت کېدے نهٔ شی۔ شاید ”بِظَاھِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ“ کښې دې خبرې ته اشاره وی چې کهٔ مشرکان دَ پټو سترګو تقلید پرېږدی اؤ غور و فکر وکړی نو خپله به هم پوهه شی چې دا فضول خبرې دی۔ دَ بنیادم صحیح فطرت دا خبرې نهٔ شی منلې۔
ف۶۲: یعنی نور هېڅ نشته خو شیطان اؤ دَ نفس خواهشونو پهٔ دوکه کښې غورزؤلی دی۔ دَ حق دَ لارې نه ېٔ منع کوی اؤ دَ شرک اؤ ګمراهیٔ پهٔ کندو ېٔ سر کړی دی ۔
ف۶۳: یعنی الله پاک چې چا ته دَ هدایت توفیق نهٔ ورکوی نو هېڅوک ېٔ سمې لارې ته نهٔ شی راړولے۔ اؤ هغه توفیق هغه چا ته ورکوی څوک چې دَ دې تلاش کوی اؤ خپله ېٔ پهٔ ځان دَ هدایت دروازې بندې کړے نهٔ وی۔
لَهُمْ عَذَابٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ لَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَقُّ١ۚ وَ مَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ۝۳۴
دوی دپاره عذاب دے دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ف۶۴ اؤ دَ آخرت عذاب خو ډېر سخت دے۔ اؤ نشته دوی دپاره دَ الله نه څوک بچ کؤنکے۔ ف۶۵
ف۶۴: دَ مسلمانانو پهٔ لاس یا پهٔ خپل قدرت بې واسطې۔
ف۶۵: یعنی بې سزا ورکؤلو ېٔ نهٔ پرېږدی کهٔ دنیا کښې ېٔ ورنهٔ کړی نو پهٔ آخرت کښې به ېٔ ورکړی اؤ دَ هغه ځائې سزا خو ډېره سخته ده اؤ دَ هغې نه خو کافر پهٔ هېڅ شان نهٔ شی خلاصېدے۔
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ١ؕ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ؕ اُكُلُهَا دَآىِٕمٌ وَّ ظِلُّهَا١ؕ تِلْكَ عُقْبَی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا١ۖۗ وَّ عُقْبَی الْكٰفِرِیْنَ النَّارُ۝۳۵
حال دَ هغه جنّت چې وعده ېٔ شوے ده پرهېزګارو سره (دا دے چې) بهیږی ترې لاندې نهرونه ، دَ هغې مېوې همېشه ف۶۶ دی اؤ سېورے ېٔ هم، ف۶۷ دا بدله ده دَ هغه چا چې پرهېزګار وو ف۶۸ اؤ دَ کافرانو بدله اور دے۔ ف۶۹
ف۶۶: دا مېوې به همېشه وی یو قسم به ېٔ هم هېچرې نهٔ خلاصیږی اؤ دَ کومې مېوې خواهش چې کوی هغه به همېشه ورکؤلے شی۔ لَا مَقْطُوْعَةٍ وَّلَا مَمْنُوْعَةٍ (سوره واقعه ، رکوع ۱)
(دَ جنّت مېوې نهٔ ختمېدونکی دی اؤ نهٔ به دَ جنّتیانو نه منع کیږی)۔
ف۶۷: دَ جنّت سېورے به هم همېشه آرام و راحت ورکوی۔ هېچرې به ېٔ نهٔ دَ نمر ګرمی تنګوی اؤ نهٔ دَ سېوری یخنی۔
لَا یَرَوْنَ فِیْھَا شَمْسًا وَّلَا زَمْھَرِیْرًا۔ (سوره دهر ، رکوع ۱)
(نهٔ به وینی دوی پهٔ جنّت کښې دَ ګرمیٔ تکلیف اؤ نهٔ دَ یخنیٔ)
ف۶۸: یعنی چا چې دَ الله دَ ویرې شرک اؤ کفر پرېښو۔ وَ بِضِدِّھَا تَتَبَیَّنَ الْاَشْیَاء۔
ف۶۹: دَ اهلِ حق اؤ اهلِ باطل دواړو حالت سره سره بیان شو۔ ځکه چې دَ مقابلې پهٔ وخت کښې دَ څیز اصل حقیقت اؤ قدر معلومیږی۔
وَ الَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَ مِنَ الْاَحْزَابِ مَنْ یُّنْكِرُ بَعْضَهٗ١ؕ قُلْ اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ وَ لَاۤ اُشْرِكَ بِهٖ١ؕ اِلَیْهِ اَدْعُوْا وَ اِلَیْهِ مَاٰبِ۝۳۶
اؤ هغه خلق چې مونږ ورکړے دے کتاب خوشحالیږی پهٔ هغه (آیتونو) چې نازلیږی پهٔ تا ف۷۰ اؤ ځنې ډلې نهٔ منی دَ هغې ځنې خبرې۔ ف۷۱ ورته ووایه ما ته خو دغه حکم شوے دے چې عبادت وکړم دَ یو الله اؤ شریک جوړ نهٔ کړم دَ هغهٔ سره ، هغهٔ ته خلق رابلم اؤ هم هغهٔ ته واپس کېدل دی، ف۷۲
ف۷۰: یعنی کوم قوم ته چې اوس قرآن ورکړې شوے دے (مسلمانان) اؤ چا ته چې مخکښې توریٰت اؤ انجیل ورکړی شوی وو (یهود و نصاریٰ) چې دا آیتونه اوری نو خوشحالیږی۔ مسلمانان خو ځکه خوشحالیږی چې دغه کتاب هغوی دپاره دَ دنیا اؤ آخرت دَ کامیابیٔ کنجی ده اؤ پهٔ یهودو اؤ عیسایانو کښې عالمانو اؤ انصاف دارو کسانو چې به دا لیدل چې قرآن کریم څنګه پهٔ فراخیٔ سره دَ هغوی دَ اصل کتابونو تصدیق کوی اؤ دَ هغوی دَ پېغمبرانو صفت کوی نو هغوی دپاره دا هم دَ خوشحالیٔ موقع وه بلکې قرآن کریم دَ رښتینیو احبؔارو اؤ رهبؔانو هم تعریف کؤلو۔ ذٰلِكَ بِاَنَّ مِنْهُمْ قِسِّیْسِیْنَ وَ رُھْبَانًا۔ اؤ هم دغه شان حق پرست یهود اؤ نصاریٰ آخر مسلمانان شول۔
ف۷۱: یعنی پهٔ یهودو اؤ عیسایانو اؤ دَ عربو پهٔ مشرکانو کښې ځنې ډلې داسې هم دی چې پهٔ قرآن خوشحاله نهٔ دی ځکه چې قرآن دَ هغوی دَ هغه خرابو عقیدو تردید کوی کومې چې هغوی دَ خپل خواهش یا توهماتو پهٔ وجه اختیار کړی دی۔
ف۷۲: یعنی څوک خوشحال وی کهٔ خفه زهٔ خو دَ هغه یو الله عبادت کؤم دَ کوم چې مخکښینیو نبیانو عبادت کؤلو اؤ الهامی کتابونو حکم کړے دے۔ اؤ هم دَ هغه الله عبادت اؤ احکامو ته ټوله دنیا رابلم اؤ زهٔ ښهٔ پوهېږم چې زما کامیابی دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې ده ۔ هم هغهٔ طرف ته رجوع کؤم ۔ هغه زما آخری اسره ده ، هم هغه به ما کامیابوی اؤ زما دښمنان به ذلیل کوی۔ نو زهٔ دَ چا دَ خلاف یا انکار هېڅ پرواه نهٔ لرم۔
وَ كَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ حُكْمًا عَرَبِیًّا١ؕ وَ لَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ١ۙ مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا وَاقٍ۠۝۳۷
اؤ دغه شان نازل کړو مونږ دا قرآن یو صفا حکم پهٔ عربۍ ژبه کښې ف۷۳ اؤ کهٔ تهٔ روان شوې دَ دوی دَ خواهش موافق پس دَ دې علم نه چې تا ته راورسېدو۔ نو نشته هېڅوک ستا دپاره دَ الله پهٔ مقابله کښې څوک مددګار او نهٔ بچ کؤنکے۔ ف۷۴
ف۷۳: یعنی څنګه چې مو وړومبے نور کتابونه نازل کړی دی۔ دغه شان مو اوس دا قرآن نازل کړو چې دَ عظیم الشان حکمتونو اؤ معارفو نه ډک اؤ دَ حق اؤ باطل فیصله کؤنکے دے۔ بیا څنګه چې هر پېغمبر ته پهٔ هغه ژبه کښې کتاب ورکړې شوے دے کومه چې دَ هغهٔ دَ قوم ژبه وه ۔ دغه شان محمّد عربیﷺ ته قرآن پهٔ عربی ژبه ورکړے شو۔ بېشکه دَ قرآن غوندې عظیم ، معجز اؤ جامع کتاب هم پهٔ داسې ژبه کښې راتلل پکار وو چې پهٔ فصاحت بلاغت اؤ کمال کښې خپل نظیر نهٔ لری اؤ کومه چې دَ خپل کمال پهٔ وجه ام الالسنه (دَ ژبو مور) اؤ ملکة اللغات (دَ ژبو شهزادګۍ) بللې شی۔
ف۷۴: یعنی دَ چا دَ انکار یا خفګان یو پوټې پرواه مهٔ کوه اؤ بالفرض کهٔ تهٔ دَ دوی پهٔ وینا پسې روان شوې نو دَ دې دَ عذاب نه دې څوک بچ کؤلے شی؟ دا خطاب هر یو طالبِ حق ته دے۔ اؤ کهٔ حضور اکرمﷺ ته وی نو مطلب ېٔ نورو ته اورؤل دی۔ دغه شان خطاب مخکښې هم ډېر ځایه شوے دے۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ وَ جَعَلْنَا لَهُمْ اَزْوَاجًا وَّ ذُرِّیَّةً١ؕ وَ مَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ لِكُلِّ اَجَلٍ كِتَابٌ۝۳۸
اؤ بېشکه مونږ راستؤلی دی ډېر رسولان دَ تا نه مخکښې ، اؤ مونږ ورکړے وې هغوی ته ښځې اؤ اولاد اؤ نهٔ ده شوے دَ یو رسول نه چې راؤړی یوه نشانه بې دَ الله دَ اجازت نه۔ هره یوه وعده لیکلے شوے ده۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی پېغمبر عربیﷺ ته نوے کتاب اؤ نوی احکام ورکؤل څهٔ ناشنا خبره نهٔ ده چې دومره بحث پکښې وشی۔ دَ دهٔ نه مخکښې هم ډېر پېغمبران راغلی دی۔ هغویؑ هم دغه شان بنیادم وو۔ څهٔ دَ آسمان نه فرښتې نهٔ وې راکوزې شوے ۔ هم دَ دغې دنیا دَ بنیادمو پهٔ شان بنیادم وو خوراک څښاک ېٔ هم کؤلو اؤ نور دَ دنیا کارونه ېٔ هم پهٔ خپلو لاسونو کؤل ۔ بال بچ ېٔ هم وو۔ خو دَ یو پېغمبر هم دا طاقت نهٔ وهٔ چې خلقو ترېنه څهٔ معجزې غوښتے هغه ېٔ ورته بې دَ الله دَ اذن نه ښیٔلی وې۔ بلکې هغوی به هم دَ دې پېغمبر پهٔ شان هره خبره کښې دَ الله دَ حکم پهٔ انتظار وو اؤ هغه معجزې به ېٔ ښیٔلې اؤ هغه احکام به ېٔ اورؤل دَ کومو چې به ورته دَ الله دَ طرف نه حکم وشو۔ دَ الله دَ اذن حال دا دے چې دَ هغهٔ سره دَ هرې زمانې اؤ دَ هر قوم مناسب بیل بیل حکمونه لیکلی پراتهٔ دی اؤ دَ هرې وعدې دپاره خپل وخت مقرر دے چې هغه نهٔ یو نبی بدلؤلے شی نهٔ یوه فرښته ۔ نو هر کله چې هر یو نبی دَ خپلې زمانې دَ حالت مطابق احکام بیانؤلو اؤ دَ هغې مناسب معجزو ښیٔلو کښې دَ قوم دَ مطالبې پابند نهٔ دے۔ بلکې دَ الله دَ اذن پابند دے اؤ چې یو نبی هم ځان دَ ژوند دَ تعلقاتو اؤ دَ انسانی ضروریاتو نه وچت نهٔ دے ګڼلې ۔ اؤ سره دَ دې خبرو دَ هغوی پېغمبری منلې شی نو بیا دا څیزونه تاسو دَ نبی کریمﷺ دَ نبوّت نه دَ انکار سبب ولې ګرځویٔ۔
یَمْحُوا اللّٰهُ مَا یَشَآءُ وَ یُثْبِتُ١ۖۚ وَ عِنْدَهٗۤ اُمُّ الْكِتٰبِ۝۳۹
روانوی الله څهٔ چې وغواړی اؤ باقی پرېږدی اؤ هم هغهٔ سره دے اصل کتاب۔ ف۷۶
ف۷۶: یعنی دَ خپل حکمت پهٔ تقاضا چې کوم حکم منسوخ کؤل غواړی هغه منسوخ کړی اؤ چې کوم پرېښؤل مناسب ګڼی هغه باقی پرېږدی۔ کوم قوم چې تباه کؤل وغواړی هغه تباه کړی اؤ کوم چې پرېښؤل وغواړی هغه پرېږدی مضبوط ېٔ کړی۔ غرض دا چې هر قسم تبدیلی اؤ پرېښؤل اؤ ورانؤل صرف دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی۔ دَ قضا و قدر ټول دفتر دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دے اؤ دَ دې ټولو تفصیلاتو اصل جرړه (یعنی دَ الله تعالیٰ ازلی علم چې هغې کښې هېڅ قسم تبدیلی نهٔ راځی) دَ هغهٔ سره دے۔
حضرت شاه صاحبؒ لیکی:
دَ دنیا دَ هر څیز دپاره یو سبب دے۔ ځنی اسباب څرګند وی اؤ ځنی پټ وی۔ دَ اسبابو دَ تاثیر یو خپله طبعې اندازه ده ۔ کله چې الله تعالیٰ وغواړی دَ یو څیز تاثیر دَ خپلې اندازې نه زیات یا کم کړی اؤ کله ېٔ پهٔ خپل حال پرېږدی۔ بنيادم کله پهٔ یو ګټکی مړ شی اؤ کله دَ ګولۍ نه بچ شی اؤ یوه اندازه دَ هر څیز دَ الله تعالیٰ پهٔ علم کښې ده چې هغې کښې فرق نهٔ راځی۔ اندازې ته تقدیر وئیلی شی۔ نو دوه (۲) تقدیره شو یو هغه چې بدلیږی هغې ته (تقدیر معلّق) وئیلی شی اؤ یو هغه چې نهٔ بدلیږی هغې ته (قَضَاءِ مُبْرَمْ) وئیلی شی۔ دَ کومو حدیثونو اؤ روایاتو نه چې ځنو عالمانو ته دَ قضاءِ مُبرم پهٔ بدلېدو کښې شک شوے دے دَ هغې تفصیل دلته موقع نهٔ ده ۔ انشاء الله پهٔ مستقل تفسیر کښې به پرې پوره بحث وکړم۔
وَ اِنْ مَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ وَ عَلَیْنَا الْحِسَابُ۝۴۰
اؤ کهٔ وښایو مونږ تا ته څهٔ وعده چې دوی سره مو کړے ده یا تا پورته کړو نو ستا پهٔ ذمه خو (حکمونه) رسؤل دی اؤ زمونږ پهٔ ذمه دی حساب اخستل۔ ف۷۷
ف۷۷: یعنی کومې وعدې چې دوی سره شوی دی۔ دا زما اختیار دے چې ځنې دَ ستا پهٔ ژوند پوره کړم اؤ ځنې ستا دَ وفات نه پس ښکاره کړم ۔ نه تا ته دَ دې دَ پوره کېدو څهٔ فکر پکار دے اؤ نهٔ دې دوی دَ تاخیر پهٔ وجه بې غمه کیږی ۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ علم کښې دَ هر کار دپاره یو وخت مقرر دے پهٔ خپل مناسب وخت به ټولې وعدې پوره شی ۔ ستا پهٔ ذمه خو پېغام رسؤل وو ، هغه دې وکړو نور حساب به ورسره زهٔ کوم تهٔ بې غمه شه۔
اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا١ؕ وَ اللّٰهُ یَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهٖ١ؕ وَ هُوَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ۝۴۱
آیا دوی نهٔ ګوری چې مونږ راروان یو زمکه راتنګوؤ پرې دَ غاړو نه ۔ ف۷۸ اؤ الله حکم کوی ، هېڅوک دَ هغهٔ حکم واپس کؤلے نهٔ شی۔ ف۷۹ اؤ هغه ډېر ژر حساب خلاصوی۔ ف۸۰
ف۷۸: یعنی دَ مکّې معظّمې نه چار چاپېره دَ اسلام دائره خوریږی اؤ دَ مشرکانو حلقه کمیږی۔ لوئے لوئے قبیلې اؤ معتبر کسان دَ اسلام حلقه کښې شاملیږی۔ دَ مدینې منورې دوه غټې غټې قبیلې اوؔس اؤ خزرؔج دَ حق تابع شو دغه شان به ورو ورو دَ کفر زور کمیږی اؤ دَ اسلام رڼا به خوریږی۔ دَ دې حالاتو نه عقلمند سړے اندازه لګؤلے شی چې اسلام څومره تېزیٔ سره ترقی کوی دَ دې آخر انجام به څهٔ وی۔ نو دَ هوښیار سړی کار دے چې راتلونکی څیز ته دَ وخته ځان تیار کړی۔
ف۷۹: یعنی دَ الله تعالیٰ حکم اؤ فیصله پخه ده چې وخت ېٔ راشی نو یو طاقت ېٔ یو منټ هم نهٔ شی ملتوی کؤلے۔
ف۸۰: یعنی کله چې دَ حساب وخت راغلو بیا پکښې څهٔ ایسارتیا نهٔ راځی۔ یا دا چې یقینی راتلونکے شے ژر راتلونکے ګڼل پکار دی۔
وَ قَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلّٰهِ الْمَكْرُ جَمِیْعًا١ؕ یَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ١ؕ وَ سَیَعْلَمُ الْكُفّٰرُ لِمَنْ عُقْبَی الدَّارِ۝۴۲
اؤ بېشکه فریب کړے دے دَ دوی نه مخکښې قومونو ، خو دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ټول تدبیرونه، ف۸۱ هغهٔ ته معلوم دی هر یو کس چې څهٔ څهٔ کار کوی ف۸۲ اؤ ډېر ژر به معلوم شی کافرو ته چې دَ آخرت کور دَ چا دپاره دے۔ ف۸۳
ف۸۱: دَ مکر معنٰی ده پټ تدبیر کؤل۔ نو کهٔ دَ ناکاره کار دپاره وی ناکاره دے اؤ کهٔ دَ ښهٔ کار دپاره وی نو ښهٔ دے۔ یعنی دوی خو پټ پټ تدبیرونه کوی خو دَ الله تعالیٰ تدبیر پهٔ ټولو غالب دے۔ دَ دوی تدبیرونه به هم پهٔ دوی واپس راشی۔ وَلَا یَحِیْقُ الْمَکْرُ السَّیِّئُ اِلَّا بِاَھْلِهٖ (سوره فاطر ، رکوع۵)
(اؤ ناکاره تدبیر به هم پهٔ دوی واپس کیږی۔ یعنی نقصان به ېٔ هم دوی ته رسی)
ف۸۲: یعنی دَ کوم ذات نه چې پټ اؤ څرګند یو کار هم پټ نهٔ دے۔ دَ هغهٔ پهٔ مقابله کښې به څوک څهٔ پټ تدبیر وکړی۔
ف۸۳: یعنی څنګه چې مخکښینیو قومونو دَ خپل مکر سزا خوړلے ده ۔ دغه حال به دَ دې کافر هم وی۔ بې غمه کیږی دې نه ۔
وَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَسْتَ مُرْسَلًا١ؕ قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًۢا بَیْنِیْ وَ بَیْنَكُمْ١ۙ وَ مَنْ عِنْدَهٗ عِلْمُ الْكِتٰبِ۠۝۴۳
اؤ وائی دا کافران ۔ چې تهٔ نهٔ ئ رسول ، ورته ووایه کافی دے الله ګواه زما اؤ ستاسو ترمینځه ف۸۴ اؤ هغه څوک چې علم لری دَ کتاب۔ ف۸۵
ف۸۴: یعنی هر کله چې خداوند کریم زما دَ رښتینوالی دپاره غټې غټې نښانې څرګندوی نو ستاسو پهٔ تکذیب هېڅ نهٔ کیږی اؤ نهٔ ېٔ زهٔ څهٔ پرواه لرم۔ قرآن کریم دَ الله تعالیٰ کلام دے څنګه چې دَ خپل اعجاز پهٔ وجه دَ الله دَ کلام کېدو خپله ګواه دے۔ دغه شان زما دَ پېغمبریٔ دپاره هم ګواه دے۔ کهٔ تاسو سترګې وغړویٔ اؤ فکر وکړیٔ نو پهٔ داسې سختو حالاتو کښې دَ اسلام کامیابی ، خورېدل اؤ دَ خلقو پهٔ زړونو کښې ځائې نیؤل ۔ دَ کفر اؤ شرک مغلوب کېدل ، زما پهٔ صداقت باندې دَ الله دَ طرف نه کامله ګواهی ده ۔
ف۸۵: یعنی څوک چې دَ قرآن پهٔ حقیقت پوهه شوی دی۔ هغوی هم ګواه دی چې دا کلام ما دَ ځانه نهٔ دے جوړ کړے اؤ څوک چې دَ مخکښینیو آسمانی کتابونو عالمان دی اؤ دَ هغې پیشن ګوییٔ ورته معلومې دی هغوی هم دا ګواهی کوی چې محمّدﷺ بالکل صحیح هم دَ هغه پېشنګویو موافق تشریف راؤړے دے، کومې چې سوونو کاله مخکښې موسٰیؑ بیان کړے وې (علامه عثمانیؒ فرمائی) اے الله تهٔ ګواه شه چې دَ کوم څیز ګواهی تهٔ اؤ ستا دَ کتابونو والا ورکوی اؤ دا ګنهګار عاجز هم دَ زړهٔ دَ اخلاصه دَ هغې ګواهی ورکوی (اَشْھَدُ اَنْ لَّآ اِلٰهَ اِلَّا اللہُ وَحْدَہٗ لَا شَرِیْكَ لَهٗ وَ اَشْھَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهٗ وَ رَسُوْلُهٗ۔ مترجم)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ اِبْرٰهِیْمَ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اثْنَتَانِ وَ خَمْسُوْنَ اٰیَّۃً وَّ سَبْعُ رُکُوْعَاتٍ ۔
سورت ابراهیم مکه کښې نازل شوے دے ، دوه پنځوس (۵۲) آیتونه اؤ ووهٔ رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
الٓرٰ١۫ كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ١ۙ۬ بِاِذْنِ رَبِّهِمْ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِۙ۝۱
الف، لام، را، دا یو کتاب دے چې مونږ راستؤلے ستا طرف ته چې تهٔ وباسې خلق دَ تیرو نه رڼا ته ۔ دَ هغوی دَ رب پهٔ حکم سره لارې ته دَ هغه زبردست اؤ خوبیو مالک ۔ ف۱
ف۱: یعنی دَ دې کتاب دَ عظمت اندازه دې نه لګېدے شی چې دَ الله تعالیٰ جلّ شانه غوندې لوئے ذات ېٔ راستؤنکے دے اؤ دَ حضرت محمّد مصطفٰیﷺ غوندې لویه هستی ېٔ راؤړونکے دے اؤ مقصد ېٔ دومره وچت اؤ اعلیٰ دے چې دَ هغې نه اعلیٰ بل مقصد کېدے نهٔ شی۔ یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم اؤ امداد دَ ټولې دنیا خلق عرب وی کهٔ عجم ۔ تور وی کهٔ سپین ۔ امیر وی کهٔ غریب ټول دَ جهالت اؤ دَ وهمونو دَ تورو تیرو نه دَ ایمان اؤ دَ الله تعالیٰ معرفت رڼا ته وباسی۔
اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ وَیْلٌ لِّلْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ شَدِیْدِۙ۝۲
الله چې دَ هغهٔ دی څهٔ چې موجود دی پهٔ آسمانونو کښې اؤ څهٔ چې دی پهٔ زمکه کښې، ف۲ اؤ تباهی ده کافرانو ته دَ یو سخت عذاب پهٔ وجه۔ ف۳
ف۲: یعنی دَ صحیح معرفت پهٔ رڼا کښې پهٔ هغه لار روان شی کومه چې دَ ټول جهان مالک اؤ حقیقی بادشاه ښیٔلې ده اؤ دَ هغهٔ رضا پرې حاصلیږی۔
ف۳: یعنی کوم خلق چې دَ داسې کامل کتاب اؤ هدایت دَ راتلو نه پس هم دَ کفر اؤ شرک پهٔ تیرو کښې پراتهٔ دی اؤ هدایت نهٔ قبلوی دَ هغوی دپاره سخت عذاب اؤ لوئے مصیبت پروت دے پهٔ دنیا کښې هم اؤ پهٔ آخرت کښې هم۔
اِ۟لَّذِیْنَ یَسْتَحِبُّوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ یَبْغُوْنَهَا عِوَجًا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍۭ بَعِیْدٍ۝۳
هغه کسان چې غوریز ګڼی دَ دنیا ژوند دَ آخرت نه اؤ (خلق) منع کوی دَ الله دَ لارې نه ۔ اؤ لټوی پهٔ هغې کښې کوږوالے ۔ دغه خلق پهٔ ګمراهیٔ کښې ډېر لرې وتی دی۔ ف۴
ف۴: دا دَ کافرو حالت بیانیږی چې هغوی دَ ژوند مقصد هم دغه ژوند ګڼلې دے۔ اؤ دَ آخرت پهٔ مقابله کښې دې دنیا ته ترجیح ورکوی ۔ خپله هم دَ دې دنیا پهٔ محبّت کښې غرق دی اؤ نور خلق هم دَ سمې لارې نه دېخوا را اړوی اؤ دا کوشش کوی چې پهٔ دې نېغه لار کښې څهٔ نقصان راوباسی۔ اؤ پهٔ حقیقت کښې دا خلق دَ صحیح لارې نه دومره خطا شوی اؤ لری وتی دی چې سمې لارې ته دَ راګرځېدو څهٔ طمع ترې نشته۔ کله چې پرې سخته راشی نو سترګې به ېٔ وغړیږی۔
وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهٖ لِیُبَیِّنَ لَهُمْ١ؕ فَیُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۴
اؤ مونږ نهٔ دے راستؤلے یو رسول مګر دَ خپل قوم پهٔ ژبه خبرې کؤنکے، چې هغوی ښهٔ پوهه کړی، ف۵ نو بیا ګمراه کړی الله څوک چې وغواړی اؤ لار وښیٔ چا ته چې وغواړی ۔ اؤ هغه دے غالب دَ حکمتونو خاوند۔ ف۶
ف۵: یعنی څنګه چې مو تا ته دَ خلقو دَ هدایت دپاره دا عظیم الشان کتاب قرآن درکړے دے۔ دغسې مو له تا نه مخکښې نورو پېغمبرانو ته هم دَ هغې زمانې دَ حالاتو مناسب دَ خلقو دَ هدایت دپاره کتابونه ورکړی دی۔ چونکې دَ طبعی ترتیب مطابق دَ هر یو پېغمبر اول مخاطب دَ هغهٔ دَ قوم خلق وی نو وحې هم ورته دَ هغهٔ دَ قوم پهٔ ژبه راځی چې خلق پرې ښهٔ پوهه شی۔ دَ نبی کریمﷺ پهٔ اُمت کښې اګرچې ټول بنیادم اؤ پېریان شامل دی۔ بیا هم پهٔ کوم قوم کښې چې حضور اکرمﷺ راغلے وهٔ دَ هغوی ژبه عربی وه اؤ وړومبی شاګردان اؤ اول مخاطب ېٔ عرب وو نو دَ هغوی دَ پوهې اؤ آسانتیا دپاره قرآن کریم پهٔ عربی ژبه نازل شو۔ چې اول پرې دوی ځان ښهٔ پوهه کړی اؤ بیا ېٔ نورو خلقو ته ورسوی دغه شان به درجه پهٔ درجه دَ دنیا ټول قومونه دَ قرآن پهٔ تعلیماتو خبر شی اؤ هم دغه شان وشوه ۔ اصحابو کراموؓ دَ نبی کریمﷺ پهٔ مجلس کښې دَ قرآن پهٔ احکامو اؤ معارفو ځان پوهه کړو اؤ بیا ېٔ دَ دنیا پهٔ ګوټ ګوټ دَ قرآن تعلیم خور کړو۔ پهٔ هغه زمانه کښې الله تعالیٰ دَ عجمی (غیر عرب) قومونو پهٔ زړونو کښې دَ قرآن تعلیماتو زده کؤلو دپاره داسې شوق اؤ مینه پیدا کړه چې لږه موده کښې غیر عرب قومونو پهٔ عربۍ ژبه کښې کافی مهارت حاصل کړو اؤ دَ قرآن دَ علومو پهٔ پوهه اؤ شرح اؤ بیان کښې دَ خپلې زمانې دَ عربو عالمانو نه زیات شو۔ بلکې دَ اسلام دَ دینی تعلیم اؤ دَ قرآن اؤ حدیث دَ تشریح و بیان ډېر کار دَ عجمی عالمانو دَ لاسه شوے دے۔ دغسې دَ الله تعالیٰ حجّت پهٔ بندګانو پوره شو اؤ ټول خلق وخت پهٔ وخت دَ قرآن دَ علومو نه خبر شو۔ بهرحال دَ خاتم الانبیاءﷺ خاص پهٔ عرب قوم کښې دَ راتلو وجوهات هر څهٔ چې وی (اؤ یقینًا شته) نو هم دَ دې وجوهاتو پهٔ ضمن کښې دَ دې خبرې ځواب هم معلومېدے شی چې قرآن کریم دپاره الله تعالیٰ عربی ژبه ولې خوښه کړه اؤ عرب قوم ته پهٔ نورو قومونو ترجیح ولې ورکړې شوه۔
ف۶: یعنی الله تعالیٰ ورته دَ هدایت دپاره سامان مکمل کړو۔ بیا چې چا دَ دې سامان نه فائده واخسته اؤ پهٔ صحیح لار روان شو دَ هغوی امداد ېٔ وکړو۔ اؤ چا چې ترېنه سترګې پټې کړې اؤ مخ ېٔ ترې واړؤلو هغه ېٔ هم دغسې ګمراهیٔ کښې پرېښو۔ الله تعالیٰ زبردست اؤ غالب دے کهٔ غوښتے ېٔ نو ټول به ېٔ پهٔ زور صحیح لارې ته راړؤلی وو خو دَ هغهٔ حکمت دا نهٔ غواړی۔ بنیادم ته ېٔ تر یو حده دَ خپل کسب اؤ اختیار آزادی ورکړے ده چې دَ هغهٔ دَ رحم اؤ قهر دواړو مظاهر پهٔ دنیا کښې باقی پاتی شی۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اَنْ اَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ١ۙ۬ وَ ذَكِّرْهُمْ بِاَیّٰىمِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ۝۵
اؤ راستؤلے وهٔ مونږ موسٰی دَ خپلو نښانو سره چې وباسه خپل قوم دَ تیرو نه رڼا طرف ته اؤ وریادې کړه ورته ورځې دَ الله ۔ بېشکه پهٔ دې کښې ډېرې نښانې دی دَ هر صبر کؤنکی شکرګذار دپاره ۔ ف۷
ف۷: دَ آیات نه دَ موسٰیؑ نهه مشهورې معجزې مراد دی ، اؤ یا ترېنه دَ توریٰت آیتونه مراد دی۔ اؤ دوی ته دَ هغه ورځو واقعات وریاد کړه چې ډېرې سختې پرې راغلے وې۔ بیا الله پاک دَ هغې سختو نه خلاص کړل اؤ رحم ېٔ پرې وکړو۔ ځکه چې دَ دې دواړه قسمه حالاتو نه صابر اؤ شاکر بندګان عبرت اخلی چې دَ سختې پهٔ وخت کښې بې همته کېدل نهٔ دی پکار اؤ دَ راحتې پهٔ وخت کښې دَ کبر نه ځان ساتل ضروری دی۔ کوم خلق چې کامیاب شوی دی پهٔ سخته کښې صبر اؤ راحته کښې شکر باندې کامیاب شوی دی۔ وَ تَمَّتْ کَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنٰی عَلٰی بَنِیْٓ اِسْرَآئِیْلَ بِمَا صَبَرُوْا ؕ وَ دَمَّرْنَا مَا کَانَ یَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَ قَوْمُهٗ وَمَا کَانُوْا یَعْرِشُوْنَ۔ (سوره اعراف، رکوع۱۶)
(اؤ پوره شوه ستا دَ رب دَ احسان وعده پهٔ بنی اسرائیلو دَ هغوی دَ صبر پهٔ برکت اؤ وران کړو مونږ څهٔ چې جوړ کړی وو فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم اؤ کومې وچتې آبادیٔ چې هغوی کؤلے)
وَ اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ اَنْجٰىكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ وَ یُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَ یَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ١ؕ وَ فِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ۠۝۶
اؤ کله چې ووئیل موسٰی خپل قوم ته یاد کړیٔ دَ الله احسان پهٔ تاسو باندې چې تاسو ېٔ خلاص کړیٔ دَ فرعون دَ قوم نه چې رسؤلو ېٔ تاسو ته سخت تکلیف۔ ف۸ اؤ حلالؤل به ېٔ ستاسو هلکان اؤ ژوندیٔ به ېٔ پرېښودې ستاسو ښځې اؤ پهٔ دې کښې امداد وشو ستاسو دَ رب له طرفه غټ امداد۔ ف۹
ف۸: مثلًا تاسو ېٔ غلامان کړی ویٔ اؤ بیګار ېٔ درباندې کؤلو۔
ف۹: یعنی تاسو ېٔ دَ غلامیٔ دَ خواریٔ نه وویستیٔ اؤ دَ آزادیٔ دولت ېٔ درکړو دَ بلاؔء اصل معنٰی ازمېښت دے پهٔ سخته اؤ راحته دواړو کښې دَ بنده صبر اؤ شکر امتحان وی۔ دَ فرعونیانو نه خلاصے غټ نعمت وهٔ ۔ نو دا ازمېښت پرې انعام وشو۔ مترجمؒ دَ دې نه پهٔ لفظ دَ امداد تعبیر کړے دے۔ دا قسم آیتونه پهٔ سورتِ بقره اؤ اعراف کښې تېر شوی دی دَ هغه ځائې فوائد وګوریٔ۔
وَ اِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُمْ وَ لَىِٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِیْ لَشَدِیْدٌ۝۷
اؤ چې خبر درکړو تاسو ته رب ستاسو کهٔ احسان منیٔ نو نور به هم درکړم ف۱۰ اؤ کهٔ ناشکری کویٔ نو زما عذاب ډېر سخت دے۔ ف۱۱
ف۱۰: دا دَ موسٰیؑ قول دے۔ یعنی هغه وخت یاد کړیٔ چې ستاسو پروردګار اعلان وکړو چې کهٔ احسان منیٔ اؤ پهٔ خلهٔ اؤ پهٔ زړهٔ زما دَ نعمتونو شکریه ادا کویٔ نو جسمانی اؤ روحانی ، دنیاوی اؤ اخروی نعمتونه به نور هم ډېر درکړم۔
ف۱۱: اؤ کهٔ ناشکری مو وکړه نو دا نعمتونه به هم درنه واخستې شی اؤ دَ آخرت عذاب لا بیل دے ۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی چې نبی کریمﷺ یو سوالګری ته یوه کجوره ورکړه نو هغهٔ وغورزؤله واېٔ نهٔ خسته ۔ بیا بل سوالګرے راغلو هغهٔ ته ېٔ هم یوه کجوره ورکړه نو هغهٔ واخسته اؤ وېٔ وئیل سبحان الله دَ رسول اللهﷺ دَ لاس کجوره ده (دا خو لوئے نعمت اؤ تبرک دے) نو رسول اللهﷺ خپلې خادمې ته ووې ورشه امّ سلمهؓ سره چې کوم څلوېښت درهم دی هغه دې شکرګذار سوالګری ته ورکړی۔
وَ قَالَ مُوْسٰۤی اِنْ تَكْفُرُوْۤا اَنْتُمْ وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا١ۙ فَاِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ حَمِیْدٌ۝۸
اؤ ووېٔ موسٰی کهٔ کفر کویٔ تاسو اؤ څومره خلق چې پهٔ زمکه دی ټول ۔ نو الله بې پروا دے دَ ټولو خوبیو مالک۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی دَ ناشکریٔ نقصان به هم تاسو ته رسی دَ الله تعالیٰ ستاسو شکر ته هېڅ حاجت نشته ۔ کهٔ څوک شکر کوی اؤ کهٔ نهٔ کوی پهٔ دې دَ هغهٔ پهٔ صفتونو کښې څهٔ کمې نهٔ راځی۔ دَ صحیح مسلم حدیث دے چې الله تعالیٰ فرمائی اے زما بندګانو کهٔ وړومبی وروستی ټول بنیادم اؤ پېریان ډېر نیکان اؤ پرهېزګار شی نو پهٔ دې زما پهٔ حکومت کښې هېڅ زیاتے نهٔ راځی اؤ کهٔ وړومبی وروستی ټول بنیادم اؤ ټول پېریان ډېر ناکاره اؤ نافرمانه شی نو پهٔ دې زما پهٔ حکومت کښې هېڅ کمے نهٔ راځی۔
اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّ عَادٍ وَّ ثَمُوْدَ١ۛؕ۬ وَ الَّذِیْنَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ١ۛؕ لَا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا اللّٰهُ١ؕ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرَدُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فِیْۤ اَفْوَاهِهِمْ وَ قَالُوْۤا اِنَّا كَفَرْنَا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ وَ اِنَّا لَفِیْ شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُوْنَنَاۤ اِلَیْهِ مُرِیْبٍ۝۹
آیا نهٔ دے رارسېدلے تاسو ته خبر دَ هغه خلقو چې ستاسو نه مخکښې وو دَ نوح قوم اؤ عاد اؤ ثمود اؤ هغه ټول قومونه چې دَ دوی نه وروستو راغلی وو۔ هېچا ته دَ هغوی حال معلوم نهٔ دے بې دَ الله نه، ف۱۳ راغلل هغوی ته دَ هغوی رسولان دَ څرګندو نښانو سره نو هغوی ومنډل خیل سپکونه پهٔ خپلو خلو کښې ف۱۴ اؤ ورته ېٔ ووېٔ چې مونږ نهٔ منو کوم حکمونه چې ستاسو پهٔ ذریعه راستؤلی شوی دی ، اؤ زمونږ خو شک دے پهٔ لار کښې تهٔ چې مو ورته بلې ګډوډ کؤنکے (شک)۔
ف۱۳: دا دَ موسٰیؑ دَ خبرې تتمه ده۔ یا هغه خبره پاتې شوه اؤ دې ځائې نه الله تعالیٰ دې اُمت ته خطاب کوی۔ بهرحال هغه بې شمېره قومونه چې مخکښې تېر شوی دی اؤ حال ېٔ یو الله ته پوره پوره معلوم دے۔ البته دَ کومو قومونو حال چې عربو ته معلوم وهٔ هغه ېٔ ذکر کړل اؤ باقی ته ېٔ ”وَ الَّذِیْنَ مِنْۢ بَعْدِھِمْ“ کښې اشاره وکړه ۔ چې دَ دې قومونو چې څهٔ انجام شو آیا هغه تاسو ته نهٔ دے معلوم؟ حیرانتیا ده چې دومره لوئی لوئی قومونه پهٔ څهٔ وجه تباه شوی دی تاسو دَ دې واقعاتو نه سبق نهٔ اخلیٔ اؤ هم هغه کارونه کویٔ پهٔ کومو چې هغوی تباه شوی دی۔
تنبیه: ابن عباسؓ ”لَا یَعْلَمُھُمْ اِلَّا اللہُ“ ووې نو بیا ېٔ ووې ”کَذَبَ النَّسَّابُوْنَ“ دَ نسبونو پېژندونکی غلطې دعوې کوی ، (دوی ته پوره حال دَ تېرو قومونو نهٔ دے معلوم) حضرت عروه بن زبیرؓ به وې دَ معد بن عدنان نه پهٔ بره دَ نسب صحیح حال هېچا ته هم نهٔ دے معلوم ۔ (والله اعلم)
ف۱۴: یعنی کافرو به دَ ډېره سوخته پهٔ خپلو لاسونو چکونه لګؤل۔ لکه بل ځائې چې دی ”عَضُّوْا عَلَیْکُمُ الْاَنَامِلَ مِنَ الْغَیْظِ“ ۔
یا ېٔ دَ نبیانو پهٔ خبرو دَ حیرانتیا نه ګوتې پهٔ خلهٔ کښې ونیوې ۔ یا دا چې لاس به ېٔ پهٔ خلهٔ کښېښؤل هغوی ته به ېٔ اشاره کؤله چې بس دے چپ شیٔ یا دا چې زمونږ خلهٔ بنده ده ۔ دا مخکښې چې راځی دَ دې ځواب نه غیر به بله خبره نهٔ اوریٔ۔
یا دا چې دَ رسولانو پهٔ خبرو پورې به خندا ورتله اؤ دَ خندا پټؤلو دپاره به ېٔ پهٔ خلهٔ لاس کښېښو۔ اؤ دا هم کېدے شی چې اَیْدِیْھِمْ کښې ضمیر کفارو ته اؤ اَفْوَاھِھِمْ کښې ضمیر رسولانو ته راجع وی ۔ یعنی دې بې ادبو به خپل لاسونه دَ رسولانو پهٔ خلهٔ کښېښؤل چې بس دے نورې خبرې مهٔ کویٔ مونږ دَ ستاسو بیان نهٔ شو اورېدے ۔ ځنو عالمانو وئیلی دی دَ اَیْدِیْ نه مطلب نعمتونه دی ۔ یعنی هغه عظیم الشان نعمتونه اؤ دَ دوی دَ فائدې دپاره دَ الله حکمونه چې دوی ته رسولانو اورؤل ۔ دې بې قدرو هغه نعمتونه رسولانو ته پهٔ مخ پستنه کړل چې زمونږ نهٔ دی پکار ۔ نهٔ ېٔ منو اؤ نهٔ پرې عمل کوؤ ۔ څنګه چې زمونږ پهٔ محاوره کښې وئیلې شی۔ فلانی ، فلانی ته خپل شے پهٔ مخ ور وویشتو (یعنی پستنه ېٔ کړو ورته) بهرحال هره یوه معنٰی چې واخستې شی مطلب ېٔ یو دے چې دَ الله دَ نعمتونو بې قدری ېٔ وکړه اؤ دَ پېغمبرانو نصیحت ېٔ ونهٔ منلو۔ بلکې ډېره بې ادبی ېٔ ورسره وکړه۔
قَالَتْ رُسُلُهُمْ اَفِی اللّٰهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ یَدْعُوْكُمْ لِیَغْفِرَ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَ یُؤَخِّرَكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ قَالُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا١ؕ تُرِیْدُوْنَ اَنْ تَصُدُّوْنَا عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا فَاْتُوْنَا بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ۝۱۰
رسولانو ورته ووې آیا تاسو پهٔ الله کښې شک کویٔ چې پیدا کؤنکے دے دَ آسمانونو اؤ زمکې۔ ف۱۵ هغه تاسو بلی چې وبخښی درته څهٔ ګناهونه ف۱۶ اؤ مهلت درکړی تر یوې مقررې نېټې پورې۔ ف۱۷ دوی ووې تاسو خو هم زمونږ پهٔ شان بنیادم ییٔ ۔ چې منع کویٔ مونږ دَ هغه څیزونو نه دَ کومو چې عبادت کؤلو زمونږ پلار نیکهٔ نو راوړیٔ مونږ ته څرګند دلیل۔ ف۱۸
ف۱۵: یعنی دَ الله تعالیٰ هستی اؤ توحید خو داسې شے نهٔ دے چې څوک دې پکښې شک وکړی ۔ دَ بنیادم فطرت خپله دَ الله تعالیٰ پهٔ وجود ګواه دے اؤ دَ آسمانونو اؤ زمکې دا مضبوط اؤ عجیبه نظام خپله دَ دې ګواهی ورکوی چې دَ دې مشین جوړونکے اؤ دا پرزې پهٔ داسې عجیبه ترتیب یو ځائې کؤنکے یو ډېر زبردست اؤ دَ کامل علم اؤ حکمت خاوند ذات دے چې دا ټول مشین ېٔ پهٔ قابو کښې راوستے دے۔ پهٔ دې وجه دَ سخت نه سخت مشرک هم پهٔ دې اقرار کؤلو مجبور کیږی چې یو لوئے خدائې چا چې دا آسمانونه اؤ زمکه اؤ دا ټول مخلوق پیدا کړی دی۔ دَ دې وړو خدایانو نه پورته چرته پهٔ وچت مقام موجود دے ۔ دَ پېغمبرانو تعلیم دا دے چې هر کله انسانی فطرت اؤ صحیح عقل دَ یو علیم ، حکیم ، قادر اؤ زبردست الله پهٔ منلو مجبور دے نو بیا ولې دا فطری اؤ ساده عقیده دَ وهمونو اؤ ګمانونو پهٔ بوختو کښې پټه کړې شی اؤ دَ فطرت دا آواز کمزورے کړې شی۔ آیا تاسو ته دَ هغه خداوند قدّوس پهٔ ذات یا صفاتو کښې څهٔ کمې ښکاری (نعوذ بالله) چې دَ وړو اؤ کمزوریو خدایانو پهٔ ډله دا کمې پوره کؤل غواړیٔ؟
ف۱۶: یعنی مونږ (پېغمبران) تاسو نهٔ رابلو بلکې هغه خالق اؤ مالک مو زمونږ پهٔ ذریعه خپل ځان ته رانژدے کوی۔ نو کهٔ تاسو دا بلنه ومنله اؤ پهٔ یو الله مو ایمان راؤړو نو هغه به درته پهٔ ایمان راؤړو مخکښینی ګناهونه معاف کړی (دَ حقوق العباد اؤ زواجرو نه علاوه) بیا دَ ایمان راؤړو نه پس چې څنګه عمل مو وکړو دَ هغې موافق به نیکه بدله درکوی۔
ف۱۷: یعنی دَ شرک اؤ نافرمانیٔ پهٔ صورت کښې چې درباندې کومه تباهی راتله دَ هغې نه بچ شیٔ اؤ څومره موده چې پهٔ دنیا کښې ویٔ دَ ”یُمَتِّعُکُمْ مَتَاعًا حَسَنًا“ اؤ ” فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوۃً طَیِّبَةً “ وغېره فرمانونو مطابق به پهٔ امن اؤ سکون ژوند تېر کړیٔ۔
ف۱۸: (یعنی کافرو ورته ووې ښهٔ ده دَ الله بحث پرېږدیٔ) دَ خپل ځان راته وواییٔ چې تاسو فرښتې ییٔ کهٔ پهٔ بنیادمو کښې یو ځان ته بیل قسم ییٔ ؟ اؤ کهٔ نهٔ زمونږ پهٔ شان بنیادم ییٔ نو بیا څنګه مونږ ستاسو پهٔ خلهٔ خپلې زړې عقیدې پرېږدو اؤ ستاسو پهٔ خبرو ایمان راؤړو۔ خاطر جمع کړیٔ مونږ خپلې زړې عقیدې هرګز نهٔ پرېږدو اؤ کهٔ تاسو ضرور خپله کامیابؤل غواړیٔ نو څهٔ داسې څرګنده نخښه یا دَ الله دَ طرف نه څهٔ رسید راته وښییٔ چې مونږ ستاسو پهٔ خبرو منلو مجبور شو۔
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ اِنْ نَّحْنُ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ یَمُنُّ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ١ؕ وَ مَا كَانَ لَنَاۤ اَنْ نَّاْتِیَكُمْ بِسُلْطٰنٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۝۱۱
رسولانو ورته ووې مونږ خو هم دغه ستاسو پهٔ شان بنیادم یو۔ خو الله احسان کوی پهٔ چا چې وغواړی پهٔ خپلو بندیانو کښې۔ ف۱۹ اؤ زمونږ کار دا نهٔ دے چې تاسو ته دلیل راوړو مګر دَ الله پهٔ حکم۔ اؤ پهٔ الله باور پکار دے ایماندارو ته ۔ ف۲۰
ف۱۹: یعنی ستاسو دا خبره صحیح ده چې مونږ نهٔ فرښتې یو اؤ نهٔ یو بل قسم مخلوق، هم ستاسو پهٔ شان بنیادم یو۔ لېکن بنیادم ټول یو شان نهٔ وی۔ دومره خو تاسو هم وینیٔ چې پهٔ بنیادمو کښې الله تعالیٰ ځنی کسان دَ نورو نه پهٔ عقلی ، بدنی اؤ ذهنی اؤ دَ ژوند نورو حالاتو کښې پهٔ فرق پیدا کړی دی ۔ بیا کهٔ دا ووئیلی شی چې الله تعالیٰ ځنې بنیادمو ته دَ جسمانی کمالونو نه سوا روحانی کمالونه دَ نورو نه زیات ورکړی دی اؤ دغه دَ (نبوّت مقام اؤ دَ پېغمبریٔ منصب دے)نو پهٔ دې کښې څهٔ اشکال دے۔ (اؤ ولې ستاسو عقل ته نهٔ پرېوځی) بهرحال دَ پېغمبریٔ دَ دعوې سره دا لازم نهٔ ده چې مونږ دَ بنیادمو یو بل قسم شو۔ البته دا ضروری ده چې الله تعالیٰ پهٔ ځنو بندګانو باندې خاص احسان اؤ مهربانی کوی چې هغه ېٔ پهٔ نورو نهٔ وی کړے نو پهٔ دې دا بندګان دَ نورو نه ممتاز شی۔
ف۲۰: باقی پاتې شوه دَ سند اؤ نښانو خبره نو مونږ دَ دې نه مخکښې تاسو ته ډېر سندونه اؤ نښانې ښیٔلی دی۔ څوک چې عقل لری اؤ فکر کوی هغوی دپاره دغه نښانې کافی دی۔ پاتی شو ستاسو فرمائشونه اؤ مطالبې نو دَ هغې پوره کؤل زما پهٔ اختیار کښې نهٔ دی دَ الله تعالیٰ پهٔ اختیار کښې دی۔ کله چې دَ خپل حکمت اؤ مصلحت موافق وګڼی نو هغه به هم ورته وښئی۔ پهٔ فرمائشی معجزو ایمان پهٔ لاس نهٔ راځی۔ دا نعمت دَ الله پهٔ ورکړه حاصلیږی نو یو ایمان دار ته صرف پهٔ الله باور پکار دے۔ اؤ کهٔ تاسو نهٔ منیٔ اؤ زمونږ دښمنیٔ ته تیار ییٔ نو هېڅ پرواه نشته زمونږ دَ خپل الله پهٔ مدد اؤ مهربانیٔ اعتبار دے۔
وَ مَا لَنَاۤ اَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَی اللّٰهِ وَ قَدْ هَدٰىنَا سُبُلَنَا١ؕ وَ لَنَصْبِرَنَّ عَلٰی مَاۤ اٰذَیْتُمُوْنَا١ؕ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ۠۝۱۲
اؤ پهٔ مونږ څهٔ شوی چې باور ونهٔ کړو پهٔ الله باندې اؤ هغهٔ ښیٔلی دی مونږ ته زمونږ لارې ۔ ف۲۱ اؤ صبر به کوؤ پهٔ هغه تکلیفونو چې تاسو ېٔ رارسؤیٔ ، اؤ پهٔ الله باور پکار دے باور کؤنکیو ته ۔ ف۲۲
ف۲۱: یعنی الله پاک چې پهٔ خپل فضل مونږ ته دَ توحید اؤ معرفت لار وښیٔله نو بیا ولې پهٔ هغهٔ اعتبار نهٔ کوؤ؟
ف۲۲: کهٔ تاسو هر څومره تکلیف راورسویٔ زمونږ پهٔ اعتماد کښې څهٔ فرق نهٔ شی راتلې۔ زمونږ پوخ یقین دے چې آخر به کامیابی زمونږ وی۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِّنْ اَرْضِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا١ؕ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظّٰلِمِیْنَۙ۝۱۳
اؤ کافرانو ووې خپلو رسولانو ته مونږ به وشړو تاسو دَ خپلې زمکې نه یا را واپس شیٔ زمونږ مذهب ته ۔ ف۲۳ نو حکم واستؤلو هغه رسولانو ته خپل رب ، مونږ به تباه کړو ظالمان۔
ف۲۳: یعنی بس دے نورې دَ خپل اعتماد اؤ توکّل خبرې مهٔ کوه ۔ اوس یا خو دَ (بعثت نه مخکښې) وخت غوندې پهٔ آرام کښېښنه اؤ څوک چې دې زمونږ دَ دین نه اړولی دی دَ هغوی سره خپل دین ته واپس راوګرځه ګنی مونږ به ټول دې کلی اؤ وطن نه وشړو۔
وَ لَنُسْكِنَنَّكُمُ الْاَرْضَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ١ؕ ذٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِیْ وَ خَافَ وَعِیْدِ۝۱۴
اؤ آباد به کړو تاسو پهٔ دې زمکه دَ هغوی نه وروستو ۔ ف۲۴ دا دَ هر هغه چا دپاره ده چې ویریږی زما پهٔ مخکښې ودرېدو نه اؤ ویریږی زما دَ عذاب نه، ف۲۵
ف۲۴: یعنی دوی تاسو نهٔ شی شړلې مونږ به ظالمان داسې تباه کړو چې دلته به ېٔ نوم نشان پاتې نهٔ شی اؤ دَ هغوی پهٔ ځائې به تاسو اؤ ستاسو فرمانبردار مؤمنان آباد کړو۔ ګوریٔ قریشو مسلمانان اؤ رسول اکرمﷺ دَ مکّې معظّمې نه ووېستل خو آخرکار الله تعالیٰ مسلمانان پهٔ دغه زمکه آباد کړل اؤ دَ مشرکانو نوم نشان ورک شو۔
ف۲۵: یعنی دغه دَ کامیابیٔ وعده دَ هغه کسانو سره ده چې دَ الله نه ویریږی اؤ دا ېٔ عقیده وی چې زمونږ هر حرکت دَ الله پهٔ نظر کښې دے اؤ یوه ورځ به دَ حساب ورکؤلو دپاره دَ هغهٔ مخکښې ودریږو اؤ دَ هغهٔ دَ عذاب نه بچ کؤنکے هېڅوک نشته۔
وَ اسْتَفْتَحُوْا وَ خَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍۙ۝۱۵
اؤ پېغمبرانو فیصله وغوښته ف۲۶ اؤ نامراده شو هر یو سرکش ضدی۔ ف۲۷
ف۲۶: یعنی پېغمبرانو دَ الله نه امداد وغوښتو اؤ آخر فیصله ېٔ وغوښته لکه نوحؑ چې وئیلی وو۔ فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَ بَیْنَھُمْ فَتْحًا وَّ نَجِّنِیْ الخ (تهٔ زما اؤ دَ دوی ترمینځه فیصله وکړه اؤ ما ترې خلاص کړه)
لوطؑ وئیلی وو رَبِّ نَجِّنِیْ وَ اَھْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ ۔
شعيبؑ وئیلی وو رَبَّنَا افْتَحْ بَیْنَنَا وَ بَیْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ ۔
موسٰیؑ دعا غوښتې وه۔ رَبَّنَا اِنَّكَ اٰتَیْتَ فِرْعَوْنَ وَ مَلَأَهٗ ۔ الخ
اؤ کفارو چې وکتل چې دومره ډېره موده کښې څهٔ عذاب رانهٔ غلو نو دَ خندا دپاره ېٔ ووې رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ (سوره صٓ ، رکوع ۲) (اے ربه مونږ باندې خپله برخه عذاب دَ قیامت نه مخکښې راولې)
اؤ قریشو وئیلی وو اَللّٰھُمَّ اِنْ کَانَ ھٰذَا ھُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَآءِ اَوِائْتِنَا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ۝ ۔ (سوره انفال ، رکوع ۴) (اے الله کهٔ ستا پهٔ نزد دغه حق وی کوم چې محمّدﷺ وائی نو پهٔ مونږ باندې دَ آسمان نه کاڼی ووروه یا بل څهٔ سخت عذاب راباندې راوله)
دا خو قریشو وئیلی وو اؤ دَ نوحؑ قوم وئیلی وو فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا۔ اؤ دَ شعیبؑ قوم وئیلی وو فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا کِسَفًا الخ
غرض دا چې دواړه طرف ته دَ فیصلې سوال وهٔ۔
ف۲۷: یعنی دَ پېغمبرانو دعا قبوله شوه اؤ ضدیان اؤ سرکش تباه و برباد شو هېڅ ېٔ هم پاتی نهٔ شو۔
مِّنْ وَّرَآىِٕهٖ جَهَنَّمُ وَ یُسْقٰی مِنْ مَّآءٍ صَدِیْدٍۙ۝۱۶
اؤ وروستو هغو ته دوزخ دے چې څکؤلے به شی پرې اوبهٔ دَ ځوؤ ۔
یَّتَجَرَّعُهٗ وَ لَا یَكَادُ یُسِیْغُهٗ وَ یَاْتِیْهِ الْمَوْتُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَّ مَا هُوَ بِمَیِّتٍ١ؕ وَ مِنْ وَّرَآىِٕهٖ عَذَابٌ غَلِیْظٌ۝۱۷
چې ګوټ ګوټ ف۲۸ به ېٔ څښی اؤ دَ ستونی به ېٔ تېرؤلے نهٔ شی۔ ف۲۹ اؤ راځی به ورته دَ هرې غاړې نه مرګ خو مری به نه ۔ اؤ ورپسې (نور هم) سخت عذاب دے۔ ف۳۰
ف۲۸: یعنی دا خو تش دَ دې ځائې عذاب وهٔ اؤ دَ آخرت عذاب خو ورته مخکښې پروت دے چې دَ تندې پهٔ وخت به دَ یشېدلې اوبهٔ دَ وینو ځوؤ ډکې ورکؤلے شی۔
ف۲۹: پهٔ خپله رضا به وینې ځوې کله څښی؟ فرښتې به دَ اوسپنې پهٔ ګرز پهٔ سر ګذار ورکړی اؤ پهٔ زور به ېٔ ورته پهٔ خلهٔ کښې ور واړوی خو تیریږی به ېٔ نه، مرۍ کښې به ېٔ ونښلی۔ هغه به دومره یشېدلې وی چې خلې ته رسېدو سره به ېٔ دَ ډېره تاوه دَ سر څرمن لاندې راوېزانده شی۔ چې پهٔ ډېر تکلیف ېٔ څهٔ ګوټ نیم تېر شی نو ګېډه کښې به ورته ټولې کولمې ټوټې ټوټې کړی اؤ کوزې به وغورزیږی۔
وَسُقُوْ مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآئَھُمْ۔
(اؤ یشېدلے اوبهٔ به ورکړې شی نو کولمې به ېٔ ټوټې ټوټې کړی) (سورة محمّد، رکوع۲)
وَ اِنْ یَسْتَغِیْثُوْا یُغَاثُوْا بِمَآءٍ کَالْمُھْلِ یَشْوِی الْوُجُوْهُ ۔
(اؤ کهٔ دوی دَ تندې نه فریاد کوی نو دَ ځوې پهٔ شان اوبهٔ به ورکؤلے شی داسې یشېدلې چې خلهٔ به پوڼاکې کوی)
ف۳۰: یعنی دَ هر طرف نه ورباندې سخت عذاب احاطه کړے وی۔ دَ مرګ خواهش به کوی کهٔ دَ دې عذاب نه خلاص شو خو مرګ چرته دے؟ دَ یو عذاب تکلیف به کم شوے نهٔ وی چې ورپسې سمدستی به بل تازه عذاب راشی۔ کُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُوْدُھُمْ بَدَّلْنَا ھُمْ جُلُوْدًا غَیْرَھَا لِیَذُوْقُوا الْعَذَابَ (کله چې ېٔ څرمنې وسوزی نو بدلے به ېٔ کړو ورته پهٔ نورو څرمنو چې هم دغسې دَ عذاب خوند څکی) (سورة النساء ، رکوع۸)
ثُمَّ لَا یَمُوْتُ فِیْھَا وَلَا یَحْیٰی(سوره اعلٰی ، رکوع ۱) (بیا به نهٔ مری اؤ نهٔ به ژوندی وی)
(یعنی نهٔ به ورته مرګ راځی چې دَ تکلیف نه خلاص شی اؤ نهٔ به دَ آرام ژوند مومی دائمی تکلیف کښې به پراتهٔ وی)
مَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ اَعْمَالُهُمْ كَرَمَادِ اِ۟شْتَدَّتْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ یَوْمٍ عَاصِفٍ١ؕ لَا یَقْدِرُوْنَ مِمَّا كَسَبُوْا عَلٰی شَیْءٍ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ۝۱۸
حال دَ هغه خلقو چې منکر شوی دَ خپل رب نه (دا دے) چې دَ هغوی عملونه دَ هغه ایرې پهٔ شان دی چې تېز اؤ تند باد پرې والوځی دَ سیلۍ پهٔ ورځ ۔ دَ هغوی پهٔ لاس کښې به هېڅ پاتی نهٔ شی دَ خپلې ګټې۔ هم دغه دی پهٔ ګمراهیٔ کښې لرې غورزیدلی۔ ف۳۱
ف۳۱: دَ ځنو کافرو دا خیال وهٔ چې آخر مونږ خو هم پهٔ دنیا کښې ډېر ښهٔ ښهٔ کارونه کوؤ۔ ډېر خیرات کوؤ۔ دَ غریبانانو امداد کوؤ اؤ تر څهٔ حده دَ الله عبادت هم کوؤ پهٔ خپله طریقه نو ولې دا هېڅ به مو هلته پکار نهٔ راځی؟ دَ دې ځواب پهٔ یو مثال ورکړې شو یعنی څوک چې الله پهٔ صحیح طریقه نهٔ پیژنی اؤ صحیح طریقه باندې عبادت نهٔ کوی دَ هغهٔ پهٔ نیک عملونو کښې روح نشته ۔ تش پوګ دے ۔ اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به ېٔ مثال داسې وی لکه دَ ایرو پهٔ ډیری چې تېزه هوا راشی ، اخوا دېخوا ېٔ والوځوی اؤ میدان تش پاتې شی۔ دغه شان به کافر هم دَ قیامت پهٔ ورځ تش تور پاتې شی ، دغه کارونه به هېڅ فائده ورنهٔ کړی (اؤ چې دَ قیامت پهٔ ورځ ېٔ پکار رانهٔ شی نو بیا به ېٔ کله پکاریږی؟)
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِالْحَقِّ١ؕ اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَ یَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍۙ۝۱۹
آیا تا نهٔ دی لیدلی چې الله پیدا کړی آسمانونه اؤ زمکه څنګه چې پکار وو۔ کهٔ هغه وغواړی نو تاسو به ورک کړی اؤ رابه ولی یو نوې مخلوق۔
وَّ مَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ۝۲۰
اؤ دا کار الله ته هېڅ ګران نهٔ دے۔ ف۳۲
ف۳۲: شاید چې کافران دا خیال وکړی چې مړهٔ شو اؤ دَ خاورو سره خاورې شو نو بیا عذاب اؤ ثواب چرته دے۔ دا ټولې هسې خبرې دی۔ نو ارشاد دے چې کوم الله چې پهٔ خپل کامل قدرت دا آسمانونه اؤ زمکه اؤ دا دومره مکمّل نظام پیدا کړے دے هغهٔ ته دَ ستاسو دوباره ژوندی کؤل یا ستاسو پهٔ ځائې بل مخلوق کښېنؤل څهٔ ګران کار دے؟ کهٔ څوک دَ آسمانونو اؤ زمکې دې مکمّل نظام باندې غوروفکر وکړی نو دَ هغهٔ به دا یقین پیدا شی چې کوم عالم اؤ حاکم ذات چې دا مکمّل نظام پیدا کړے دے اؤ پهٔ لکونو کاله ېٔ قائم ساتلے دے ، هغه اشرف المخلوقات انسان هسې بې فائدې نهٔ دے پیدا کړے چې پهٔ دنیا کښې دې څو ورځې ژوند تېر کړی اؤ بس ختم دې شی۔ دا یقینی ده چې دَ دې ژوند نه پس بل ژوند شته چې پهٔ هغې کښې دَ بنیادم دَ پیدائش هغه اعلیٰ مقصد تر سره شی۔
وَ بَرَزُوْا لِلّٰهِ جَمِیْعًا فَقَالَ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ١ؕ قَالُوْا لَوْ هَدٰىنَا اللّٰهُ لَهَدَیْنٰكُمْ١ؕ سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَجَزِعْنَاۤ اَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَّحِیْصٍ۠۝۲۱
اؤ مخامخ کیږی به الله ته دا ټول ، ف۳۳ بیا به وائی کمزوری غټانو ته مونږ ستاسو تابع وو۔ نو آیا اوس تاسو بچ کؤلے شیٔ مونږ دَ الله دَ عذاب نه څهٔ قدرې۔ ف۳۴ هغه غټان به ورته ووائی۔ کهٔ هدایت کړے وې الله مونږ ته نو مونږ به کړے وهٔ تاسو ته، اوس برابره ده زمونږ ټولو پهٔ حق کښې کهٔ نارې سورې ، ووهو اؤ کهٔ صبر وکړو زمونږ خلاصے پهٔ هېڅ شان نشته۔ ف۳۵
ف۳۳: یعنی دَ ټولو نه لوئی عدلت کښې به پیش کیږی اؤ دَ خپلو اعمالو حساب به ورکوی۔
ف۳۴: یعنی دغه تابعدار خلق به خپلو مشرانو ته وائی۔ تاسو پهٔ دنیا کښې غټان ویٔ زمونږ سرداران ویٔ ، مونږ پهٔ تاسو پسې وو ، ستاسو حکم مو منلو اؤ چې تاسو راته څهٔ وې هغه مو کؤل۔ نو اوس نن تاسو هم زمونږ څهٔ کار وکړیٔ کنه ۔ څهٔ لږ عذاب رانه کم کړیٔ۔ دا خبرې به دوزخ ته تلو نه پس کیږی اؤ کهٔ دوزخ ته تلو نه مخکښې پهٔ میدانِ حشر کښې؟ ابنِ کثیرؒ اول قول خوښ کړے دے ، ځکه چې الله تعالیٰ فرمائی بل آیت کښې ۔ وَ اِذْ یَتَحَآجُّوْنَ فِی النَّارِ فَیَقُوْلُ الضُّعَفٰٓؤُ الِلَّذِیْنَ اسْتَکْبَرُوْۤا اِنَّا کُنَّا لَکُمْ تَبَعًا ۔ (سوره المؤمن ، رکوع ۵) الآیة وغیره ذلک من الآیات ۔ والله اعلم ۔
ف۳۵: یعنی کهٔ مونږ ته الله تعالیٰ پهٔ دنیا کښې دَ هدایت توفیق راکړے وې نو دَ ځان سره به مو تاسو ته هم سمه لار ښیٔلے وه خو مونږ ټکره وخوړه نو تاسو هم راسره ډوب شویٔ۔
یا دا مطلب دے کهٔ الله تعالیٰ مونږ ته دَ عذاب نه خلاصېدو څهٔ چل وښیٔلو نو تاسو به هم دَ ځان سره خلاص کړو۔ اوس خو مونږ خپله هم پهٔ مصیبت اخته یو نو تاسو هم راسره پراتهٔ وسیٔ۔ دَ خلاصی څهٔ مخه نشته۔ کهٔ صبر وکړیٔ اؤ چپ چاپ پراتهٔ وسیٔ هم دغه شے دے اؤ کهٔ ډېرې چغې ووهیٔ هم خلاصے مو نشته۔
وَ قَالَ الشَّیْطٰنُ لَمَّا قُضِیَ الْاَمْرُ اِنَّ اللّٰهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَ وَعَدْتُّكُمْ فَاَخْلَفْتُكُمْ١ؕ وَ مَا كَانَ لِیَ عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ١ۚ فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَ لُوْمُوْۤا اَنْفُسَكُمْ١ؕ مَاۤ اَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَ مَاۤ اَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ١ؕ اِنِّیْ كَفَرْتُ بِمَاۤ اَشْرَكْتُمُوْنِ مِنْ قَبْلُ١ؕ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۲۲
اؤ شیطان ووې کوم وخت چې ټول کار فیصله شو بېشکه الله تاسو سره وعده کړے وه رښتونې وعده ۔ اؤ ما هم درسره وعده کړی وه نو وعده خلافی مې درسره وکړه اؤ زما خو پهٔ تاسو څهٔ زور نهٔ وهٔ خو ما تاسو ته بلنه درکړه اؤ تاسو زما خبره ومنله ۔ نو اوس ما مهٔ ملامته کویٔ اؤ ملامته کړیٔ خپل ځانونه ۔ نهٔ زهٔ ستاسو فریاد اورېدې شم اؤ نهٔ تاسو زما فریاد اورېدې شیٔ۔ زهٔ منکر یم (دَ دې خبرې نه) چې تاسو زهٔ شریک جوړ کړے ووم دَ دې نه مخکښې۔ بېشکه ظالمانو دپاره دے عذاب دردناک، ف۳۶
ف۳۶: یعنی دَ حساب ختمېدو نه پس چې جنّتیان جنّت ته لاړ شی اؤ دوزخیان دوزخ ته اؤ فیصله وشی نو دغه وخت کښې به کافران دَ شیطان ابلیس نه چاپېره شی چې مونږ پهٔ دنیا کښې ستا پهٔ خبرو عمل کؤلو۔ پهٔ دې بلا کښې ستا دَ لاسه ګېر شو ، اوس دَ خلاصی څهٔ چل جوړ کړه نو ابلیس به ورته ځواب کښې دا تقریر وکړی چې بېشکه الله پاک دَ خپلو پېغمبرانو پهٔ خلهٔ تاسو سره دَ ثواب اؤ عذاب رښتونې وعدې کړے وې چې پهٔ عقلی دلیلونو پهٔ دنیا کښې هم رښتیا ثابتې وې اؤ اوس خو ېٔ تاسو خپله وینیٔ چې دا رښتیا دی اؤ ما درسره دَ هغې پهٔ مقابله کښې وعدې کړے وې۔ کهٔ تاسو فکر کړے وې نو پهٔ دنیا کښې هم دَ هغې دروغ کېدل څرګند وو۔ اؤ اوس خو درته خپله معلومه شوه چې دروغ وې ۔ زما خبره پهٔ دنیا کښې هم نهٔ پهٔ عقلی دلیل دَ پېغمبرانو نه زیاته وه اؤ نهٔ زما پهٔ تاسو څهٔ زور وهٔ چې خامخا مې درباندې خپله خبره منله ۔ بېشکه ما تاسو ځان ته رابللی ویٔ اؤ پېغمبرانو ځان ته رابللیٔ ۔ نو تاسو پهٔ خپله خوښه دې خوا راغلیٔ اؤ دَ هغوی خبره مو ونهٔ منله ۔ کهٔ ما تاسو خطا کؤلیٔ نو تاسو ولې داسې ړاندهٔ کاڼهٔ شوی ویٔ چې پهٔ دلیلونو ثابته حق خبره مو نهٔ منله اؤ پهٔ ما پسې راتلیٔ ۔ پهٔ خپله مو ځان پهٔ خپله خوښه کندې ته غوزؤلے وهٔ ۔ ما پهٔ زور نهٔ ویٔ راښکلی نو اوس ما ولې ملامته کویٔ؟ خپل ځانونه ملامته کړیٔ۔ ما تاسو پهٔ غلطه روان کړی ویٔ ، دا زما جرم دے خو پهٔ دې تاسو نهٔ شیٔ خلاصېدے۔ دواړه مجرمان یو۔ زهٔ به خپله سزا خورم اؤ تاسو خپله۔ نهٔ تاسو ما ته څهٔ امداد راکؤلے شیٔ اؤ مهٔ زما نه دَ امداد طمع کویٔ۔ تاسو پهٔ خپله بې وقوفیٔ زهٔ دَ الله سره خداییٔ کښې شریک کړم چې (ځنو خو براهِ راست دَ شیطان عبادت کؤلو اؤ ځنو دَ شیطان خبره داسې منله لکه دَ الله چې منل پکار دی نو ګویا شیطان ېٔ خدائې وهٔ) بهرحال دَ خپل جهالت پهٔ وجه چې تاسو کوم شرک کړے دے۔ زهٔ دَ هغې نه وېزار یم۔ یا پهٔ ”بِمَآ اَشْرَکْتُمُوْنِیْ “ کښې باء دَ بیعت دپاره ومنلې شی یعنی تاسو ما ته دَ خداییٔ درجه راکړه نو زهٔ مو هم پهٔ مصیبت کښې واچؤلم۔ کهٔ تاسو زما خبره داسې پهٔ کلکه نهٔ منلې نو زهٔ به دې درجې ته نهٔ وم رسېدلے۔ اوس هر یو ظالم ته دَ خپل عمل سزا برداشت کؤل پکار دی اؤ دَ چغو نعرو نه هېڅ نهٔ جوړیږی پهٔ ځائې کښېنیٔ۔ مخکښې آیت کښې دَ کمزوریو اؤ غټانو (دَ عوامو اؤ دَ لیډرانو) خبرې نقل شوے وې۔ دې آیت کښې دَ شرک اؤ کفر دَ ټولو نه غټ لیډر شیطان اؤ دَ هغهٔ دَ منونکیو حالت نقل شو۔ دَ دې خبرو نه مطلب دا دے چې خلقو ته اصلی حالت معلوم شی اؤ دَ شیطان دَ خبرو منلو نه منع شی اؤ دَ پېغمبرانو پهٔ خبرو یقین وکړی۔
وَ اُدْخِلَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْ١ؕ تَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ۝۲۳
اؤ دننه به کړې شی هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی باغونو ته چې بهیږی ترې لاندې نهرونه ، همېشه به وسی پهٔ دې کښې دَ الله پهٔ حکم۔ ف۳۷ دَ هغوی ملاقات پهٔ خپلو کښې هلته سلام دے۔ ف۳۸
ف۳۷: اوس دَ کفارو دَ سختې پهٔ مقابله کښې دَ مسلمانانو دَ انعامونو اؤ خوشحالیو ذکر کیږی۔
ف۳۸: حضرت شاه صاحب لیکلی دی پهٔ دنیا کښې سلام دَ سلامتیا دعا غوښتل دی اؤ پهٔ جنّت کښې سلام پهٔ سلامتیا مبارکبادی ده۔
اَلَمْ تَرَ كَیْفَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَیِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَیِّبَةٍ اَصْلُهَا ثَابِتٌ وَّ فَرْعُهَا فِی السَّمَآءِۙ۝۲۴
تهٔ نهٔ ګورې چې څنګه بیان کړو الله یو مثال ف۳۹ چې پاکه خبره ف۴۰ لکه دَ ونې پاکه ده۔ ف۴۱ چې جرړې ېٔ مضبوطې دی اؤ څانګې ېٔ پهٔ آسمان کښې (بره ختی) ف۴۲
ف۳۹: یعنی تاسو پهٔ دې مثال غور و فکر وکړیٔ۔ اؤ څومره چې پرې یو عقل مند غور کوی نو پهٔ سوؤنو رازونه به معلومیږی۔
ف۴۰: دَ پاکې خبرې نه مطلب دَ توحید کلمه اؤ دَ ایمان اؤ الله تعالیٰ دَ معرفت خبرې دی۔ پهٔ دې کښې دَ قرآن تلاوت ، حمد و ثنا ، تسبیح اؤ تهلیل ، رښتیا وینا هر څهٔ راغلل۔
ف۴۱: پهٔ اکثرو ورایتونو کښې دَ پاکې ونې مصداق کجوره ښیٔلې شوے ده ۔ اګرچې نورې ونې هم پکښې راتلې شی۔
ف۴۲: یعنی جرړې خو ېٔ پهٔ زمکه کښې ښې مضبوطې ښخې دی چې سخته سیلۍ ېٔ غورزؤلے نهٔ شی اؤ څانګې ېٔ پاس وچتې خورې دی۔
تُؤْتِیْۤ اُكُلَهَا كُلَّ حِیْنٍۭ بِاِذْنِ رَبِّهَا١ؕ وَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ۝۲۵
چې نیسی خپلې مېوې هر وخت دَ الله پهٔ حکم۔ ف۴۳ اؤ بیانوی الله خلقو ته مثالونه دې دپاره چې دوی فکر وکړی۔
ف۴۳: یعنی هېڅ موسم ېٔ دَ مېوې نه خالی نهٔ وی۔ هر کال پهٔ خپل موسم پوره مېوه نیسی یا دا چې دَ کال دولس میاشتې پکښې تازه مېوه موجوده وی اؤ هېڅ وخت دَ مېوې نه نهٔ خالی کیږی۔
وَ مَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِیْثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِیْثَةِ اِ۟جْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْاَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ۝۲۶
اؤ مثال دَ ګنده خبرې ف۴۴ لکه دَ ګنده ونې دے ف۴۵ چې راووېستې شی دَ زمکې دَ سر نه اؤ هېڅ مضبوطیا ېٔ نهٔ وی ۔ ف۴۶
ف۴۴: دَ کفر کلمات ، دروغ خبرې اؤ هره هغه خبره چې دَ الله دَ رضا نه خلاف وی ګنده خبره ده۔
ف۴۵: اکثرو عالمانو دَ دې نه مراد حنظل (ترخه مړه غونی) اخستې دے۔ لېکن دَ لفظ عام والی کښې هره خرابه ونه شریکه ده۔
ف۴۶: یعنی جرړې ېٔ مضبوطې نهٔ وی۔ ژر دَ بیخه راوځی۔ دَ دواړو مثالونو حاصل دا دے چې دَ مؤمنانو دَ توحید دعویٰ رښتونې اؤ مضبوطه ده چې دلائل ېٔ ډېر څرګند اؤ پاخهٔ دی ، دَ فطرت سره موافق ده نو جرړې ېٔ پهٔ زړونو کښې مضبوط ځائې نیسی اؤ شاخونه یعنی نیک عملونه ېٔ آسمان ته وچت خیژی۔
اِلَیْهِ یَصْعَدُ الْکَلِمُ الطَّیِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ یَرْفَعُهٗ۔ (سورة فاطر، رکوع ۲)
(دَ الله طرف ته پورته خیژی پاک کلام اؤ نیک عمل ېٔ پورته کوی) اؤ دَ هغې دَ پاکې اؤ سُتره مېوې نه مؤمنان همېشه خوند اخلی۔ غرض دا چې دَ توحید اؤ ایمان سرسبزه ونه همېشه تروتازه اؤ پهٔ ترقیٔ وی اؤ ډېره پائیداره اؤ فائده منه وی۔ اؤ دَ دې پهٔ مقابله کښې دَ کفر و شرک دروغ خبرې ډېرې کمزورے اؤ ناپائیدارې وی۔ کهٔ ناحق خبرې دپاره څوک هر څومره کوشش چې وکړی خو دَ خلافِ فطرت کېدو پهٔ وجه ېٔ جرړې پهٔ زړهٔ کښې نهٔ ښخیږی۔ کهٔ لږ غوندې غور و فکر وکړی نو دروغ والے ېٔ ورته معلوم شی۔ ځکه مشهوره خبره ده چې دَ دروغو مزل لنډ وی۔ یعنی دَ رښتیاؤ پهٔ شان مضبوطیا پکښې نهٔ وی۔ ژر ېٔ حقیقت معلوم شی نو بنده ترېنه واپس شی۔ امام فخر الدین رازیؒ دې مثالونو کښې دَ صوفیانو پهٔ طریقه ډېر مفصّل بیان کړے دے خو دلته دَ هغې دَ نقل کؤلو ګنجائش نشته۔
یُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ فِی الْاٰخِرَةِ١ۚ وَ یُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ١ۙ۫ وَ یَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ۠۝۲۷
مضبوطوی الله مؤمنان پهٔ مضبوطه خبره دَ دنیا ژوند کښې اؤ پهٔ آخرت کښې۔ ف۴۷ اؤ لار خطا کوی الله دَ ظالمانو نه ف۴۸ اؤ کوی الله څهٔ چې ېٔ خوښه وی۔ ف۴۹
ف۴۷: یعنی الله تعالیٰ دَ توحید اؤ ایمان پهٔ خبرو (چې مضبوطیا ېٔ پهٔ مخکښې مثالونو کښې معلومه شوه) پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې دَ مؤمنانو زړونه مضبوطوی۔ پاتې شو دَ قبر حال یعنی عالمِ برزخ نو هغه دَ دې دوؤ ترمینځه دے۔ دَ هر یو سره چې ېٔ شریک کړے دے خبره یوه ده۔ غرض دا چې مؤمنان دَ ایمان پهٔ برکت پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې مضبوط اؤ ثابت قدم وی ۔ پهٔ دنیا کښې کهٔ ورباندې هر څومره سخت امتحان راشی ۔ یا قبر کښې ترېنه فرښتې تپوسونه کوی ۔ یا قیامت کښې هر څومره سخته چې وی خو دَ هغوی زړونه دَ ایمان پهٔ وجه پهٔ قلار اؤ مضبوط وی ، پهٔ هېڅ وخت کښې به پرې وارخطائی نهٔ راځی۔
ف۴۸: دَ بې انصافو نه مراد دلته کافران اؤ مشرکان دی چې پهٔ دنیا کښې هم پهٔ غلطو روان دی اؤ آخرت کښې به هم پهٔ بده ورځ وی۔
ف۴۹: یعنی دَ خپل حکمت اؤ مصلحت مطابق پهٔ هره معامله کښې چې څنګه مناسب ګڼی هغه شان کار کوی (څوک پکښې څهٔ دخل نهٔ شی کؤلے)
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ كُفْرًا وَّ اَحَلُّوْا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِۙ۝۲۸
تا نهٔ دی لیدلی هغه خلق چې بدل ېٔ کړو احسان دَ الله پهٔ ناشکریٔ اؤ کوز ېٔ کړو خپل قوم دَ تباهیٔ پهٔ کور کښې۔ ف۵۰
ف۵۰: دَ دې نه مراد دَ مشرکانو اؤ کافرانو سرداران اؤ مشران دی۔ بیا خاص دَ قریشو سرداران چې پهٔ هغه زمانه کښې دَ ټولو عربو مشران وو۔ یعنی الله تعالیٰ خو پهٔ دوی څومره لوئے احسان وکړو چې دَ دوی دَ هدایت دپاره ېٔ پېغمبر راواستؤلو۔ قرآن ېٔ نازل کړو۔ دوی ېٔ دَ خپل کور دَ حرم مجاوران کړل دَ ټولو عربو مشری ېٔ ورکړه۔ اؤ دوی دَ هغې انعامونو اؤ احسانونو پهٔ بدل کښې دَ الله مقابلې ته ودرېدل دَ هغهٔ دَ پېغمبر تکذیب ېٔ وکړو۔ دَ قرآن منلو نه ېٔ انکار وکړو اؤ دَ پېغمبر سره ېٔ جنګ ته ځان تیار کړو۔ آخر خپله هم تباه شو اؤ قوم ېٔ هم دَ تباهیٔ کندې ته وغورزؤلو۔
جَهَنَّمَ١ۚ یَصْلَوْنَهَا١ؕ وَ بِئْسَ الْقَرَارُ۝۲۹
چې دوزخ دے ننوځی به دوی دې ته اؤ دا ډېر ناکاره ځائې دے۔
وَ جَعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ١ؕ قُلْ تَمَتَّعُوْا فَاِنَّ مَصِیْرَكُمْ اِلَی النَّارِ۝۳۰
اؤ جوړ ېٔ کړو الله دپاره مقابل چې خطا کړی خلق دَ هغهٔ دَ لارې نه ۔ ف۵۱ ورته ووایه عېش وکړیٔ بیا ستاسو واپس کېدل دی اور ته ۔ ف۵۲
ف۵۱: یعنی دَ شکر کؤلو اؤ احسان منلو پهٔ ځائې ېٔ دَ الله دَ یو والی نه انکار وکړو اؤ دَ هغهٔ پهٔ مقابله کښې ېٔ نور خدایان جوړ کړل اؤ عبادت چې خالص دَ الله حق وهٔ ۔ دوی دَ الله پهٔ ځائې دَ جوړو کړیو خدایانو عبادت شروع کړو۔ اؤ دَ خداییٔ اختیارات ېٔ پهٔ دوی تقسیم کړل چې دَ خپل ځان سره نور خلق هم تباه کړی اؤ پهٔ دې چل دَ خپلې مشریٔ اؤ سرداریٔ جال خور کړی اؤ ناپوهه عوام پکښې ټول عمر تړلی وساتی ۔
ف۵۲: یعنی ډېره ښهٔ ده څو ورځې پهٔ دې خپلې سرداریٔ خوشحالی وکړیٔ ۔ پهٔ دنیا کښې مزې وکړیٔ خو آخر مو ځائې دوزخ دے ۔ ستاسو دَ دې عمل هم دغه نتیجه ده ۔ لکه یو طبیب چې دَ یو مریض پهٔ بد پرهېزیٔ خفه شی ورته وائی خوره چې څهٔ خورې آخر به دې دا بدپرهیزی دَ مرګ غاړې ته ورسوی۔
قُلْ لِّعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ یُنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّ عَلَانِیَةً مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَ لَا خِلٰلٌ۝۳۱
ووایه زما هغه بندیانو ته چې ایماندار دی قائم لری نمونځونه اؤ خرڅ کوی زمونږ ورکړی رزق نه پهٔ پټه اؤ پهٔ څرګنده ف۵۳ دَ دې نه مخکښې چې راشی ورباندې هغه ورځ چې نهٔ پکښې سود سودا شته اؤ نهٔ دوستی۔ ف۵۴
ف۵۳: چې دَ کافرو دَ حالاتو پهٔ مقابله کښې اوس مؤمنانو ته خبردارے ورکؤلے شی چې هر وخت ځان بېدار ساتیٔ ۔ دَ زړهٔ دَ اخلاصه دَ خپل خالق عبادت اؤ دَ الله دَ مخلوق خدمت کویٔ ۔ نمونځ پوره پابندیٔ سره اؤ پهٔ خشوع خضوع سره کویٔ اؤ دَ ټولو حقونو خیال ېٔ ساتیٔ ۔ اؤ الله پاک چې څهٔ روزی درکړی دَ هغې څهٔ حصه پهٔ حقدارو لګویٔ پهٔ څرګنده هم اؤ پهٔ پټه هم دَ (موقعې مناسب)۔ غرض دا چې څنګه کافران نافرمانی کوی دغه شان مؤمنانو ته پهٔ اخلاص شکرګذاری اؤ تابعداری پکار ده ۔
ف۵۴: یعنی عبادت اؤ دَ الله پهٔ لار کښې خرڅ به دَ مسلمانانو پهٔ هغه سخته ورځ پکار راځی چې هلته به نهٔ اخستل خرڅؤل وی اؤ نهٔ به دَ چا دوستی یا خپلوی پکار راځی۔ یعنی نهٔ به هلته څوک نیک عمل ځان دپاره اخستے شی اؤ نهٔ به دَ چا یار دوست نه امداد غوښتے شی۔ دَ هر چا به صرف خپل عمل پکاریږی، دَ بل پهٔ امداد به هېڅوک نهٔ شی خلاصېدے ۔ (ربط) وړومبے دَ کافرانو ناشکری بیان شوه۔ بیا مؤمنانو ته دَ شکرګذاریٔ اؤ اطاعت دپاره خبردارے ورکړې شو ۔ مخکښې یو څو غټ غټ نعمتونه بیانیږی چې هغې کښې ټول بنیادم کافر اؤ مؤمن دواړه شریک دی ۔ چې مؤمنان ېٔ واؤری اؤ شکر ادا کړی اؤ کافران ورباندې غور وکړی اؤ پهٔ خپل عمل شرم ورشی چې مونږ دَ څومره لوئی محسن ناشکری کوؤ۔ پهٔ دې مینځ کښې دَ الله تعالیٰ دَ لوییٔ اؤ یو والی دلیلونه هم بیانیږی چې خلق ورته فکر وکړی اؤ دَ کفر اؤ شرک نه توبه ګار شی ۔ یا ېٔ دَ الله تعالیٰ لوییٔ ته پام شی اؤ دَ هغهٔ دَ ګرفت اؤ سزا نه ویره وکړی۔
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ١ۚ وَ سَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِیَ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ١ۚ وَ سَخَّرَ لَكُمُ الْاَنْهٰرَۚ۝۳۲
الله هغه دے چا چې جوړ کړی آسمانونه اؤ زمکه اؤ راکوزې کړے ئ دی دَ آسمان نه اوبهٔ ۔ ف۵۵ اؤ بیا ېٔ پهٔ هغې راووېستې ستاسو دپاره روزی مېوې۔ ف۵۶ اؤ ستاسو پهٔ قابو کښې ېٔ کړه کشتۍ چې چلیږی پهٔ دریاب کښې دَ هغهٔ پهٔ حکم ف۵۷ اؤ ستاسو پهٔ کار ېٔ ولګؤل نهرونه ۔
ف۵۵: یعنی دَ آسمان نه ېٔ اوبهٔ راکوزې کړې۔ مطلب دا چې پهٔ باران کښې دَ بخاراتو وغېره ظاهری اسبابو نه سوا پهٔ نظر راتلونکی پټو اسبابو دخل هم شته ۔ وګوریٔ دَ نمر شغلې پهٔ ټولو څیزونو پرېوځی۔ خو آتشی شیشه ترېنه دَ خپل خاص ساحت اؤ استعداد پهٔ وجه دومره ګرمی اخلی چې بل څیز ېٔ ترېنه نهٔ شی اخستے۔ سپوږمۍ دَ سمندر نه څومره لرې ده خو دَ هغې دَ غټېدو اؤ کمېدو پهٔ وجه دَ سمندر پهٔ اوبو کښې مد اؤ جزر (ختل اؤ کوزېدل) راپیدا کیږی ۔ دغه شان کهٔ وریځې هم (دَ سمندر دَ بخاراتو نه علاوه) دَ آسمانی اوبو دَ پټې خزانې نه پهٔ غیر محسوس طریقه څهٔ فائده اخلی نو دَ دې دَ انکار نه څهٔ وجه نشته۔
ف۵۶: یعنی الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت پهٔ اوبو کښې داسې تاثیر یٔښې دے چې ونې بوټی اؤ فصلونه ورباندې لوئیږی اؤ دَ خوراک دپاره غلې اؤ مختلفې مېوې پیدا کوی۔
ف۵۷: یعنی دَ سمندر پهٔ خطرناکو چپو کښې کشتۍ تاسو دَ کوم ځائې نه کوم ځائې ته ورسوی اؤ څومره فائدې ترېنه اخلیٔ ۔ دا ټول دَ الله تعالیٰ دَ قدرت اؤ حکم کار دے چې وړه غوندې کشتۍ دَ سمندر پهٔ خطرناکو چپو کښې څومره مزلونه کوی اؤ بنیادم ته څومره فائده رسوی۔
وَ سَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ دَآىِٕبَیْنِ١ۚ وَ سَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَ النَّهَارَۚ۝۳۳
اؤ ستاسو پهٔ کار ېٔ ولګؤل نمر اؤ سپوږمۍ دَ یو قانون مطابق، اؤ ستاسو پهٔ کار ېٔ ولګؤل شپه اؤ ورځ ۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی پهٔ خوړونو اؤ نهرونو کښې اوبهٔ بهېدل اؤ لرې لرې ځایونو ته رسېدل۔ دا هم دَ بنیادم دَ فائدې اؤ آرام پهٔ کار کښې مشغول دی اؤ الله تعالیٰ پهٔ دې کار لګؤلی دی۔ هم دغه شان دا نمر سپوږمۍ چې پهٔ یو مقرر نظام پهٔ یوه خاصه طریقه لکونو کاله راسې چلیږی۔ نهٔ ستړی کیږی اؤ نهٔ ېٔ پهٔ رفتار کښې څهٔ فرق راځی۔ یا شپهٔ اؤ ورځ چې دَ خپل عادت مطابق یو بل پسې دغسې همېشه راسې راروانې دی ۔ دا ټول څیزونه اګرچې ستاسو پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې نهٔ دی، بیا هم ستاسو پهٔ خدمت کښې لګیا دی اؤ تاسو ترېنه پهٔ مختلفو طریقو ډېرې ډېرې فائدې اخلیٔ ۔ تاسو پهٔ آرام ودهٔ ییٔ اؤ دوی ستاسو دپاره خپل کار کښې لګیا دی ۔ تاسو پهٔ آرام ناست ییٔ اؤ دوی ستاسو سرګردانه ګرځی۔
وَ اٰتٰىكُمْ مِّنْ كُلِّ مَا سَاَلْتُمُوْهُ١ؕ وَ اِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا١ؕ اِنَّ الْاِنْسَانَ لَظَلُوْمٌ كَفَّارٌ۠۝۳۴
اؤ در ېٔ کړو تاسو ته دَ هر هغه شی نه چې تاسو غوښتو، ف۵۹ اؤ کهٔ تاسو وشمېریٔ دَ الله احسانونه ، نو پوره به ېٔ نهٔ کړې شیٔ ف۶۰ بېشکه بنیادم ډېر بې انصافه دے ناشکره ف۶۱
ف۵۹: یعنی تاسو چې پهٔ زبانِ حال یا قال څهٔ غوښتې دی (یعنی تاسو ته دَ څهٔ شی ضرورت وهٔ) نو الله تعالیٰ دَ خپل حکمت اؤ مصلحت مطابق څومره چې مناسب وو مجموعی طور ټولو ته ورکړی دی ۔ (یعنی دَ بنیادم دَ ژوند دپاره چې دَ څومره څیزونو ضرورت وهٔ هغه الله تعالیٰ پیدا کړی دی) ۔
ف۶۰: یعنی دَ الله تعالیٰ نعمتونه دومره بې حسابه دی کهٔ ټول بنیادم پهٔ جمع دَ هغې شمار شروع کړی نو سر ته ېٔ نهٔ شی رسؤلے۔ امام رازیؒ اؤ علامه ابّو سعودؒ اؤ دَ روح المعانی لیکونکی پهٔ دې ځائې کښې پوره تفصیل بیان کړے دے خو دلته دَ هغې دَ نقل کؤلو ګنجائش نشته۔
ف۶۱: یعنی پهٔ بنیادمو کښې ډېر کسان ناشکره اؤ بې انصافه دی چې دَ دومره احسانونو اؤ نعمتونو سره دَ الله تعالیٰ نافرمانی کوی۔
وَ اِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا الْبَلَدَ اٰمِنًا وَّ اجْنُبْنِیْ وَ بَنِیَّ اَنْ نَّعْبُدَ الْاَصْنَامَؕ۝۳۵
اؤ کله چې ووې ابراهیمؑ ، ف۶۲ اے ربه دا ښار (مکه) دَ امن و امان ځائې کړې اؤ بچ وساتې ما اؤ زما اولاد دَ بتانو دَ عبادت نه ۔ ف۶۳
ف۶۲: دَ قریشو سرداران دَ کومو دَ ناشکریٔ بیان چې مخکښې آیتونو ( اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَةَ اللہِ الخ) کښې وشو۔ (دَ ابراهیمؑ اولاد وو اؤ دَ هغهٔ پهٔ دین ېٔ ځان ګڼلو) نو هغوی ته دَ ابراهیمؑ قصه یادؤلے شی چې تاسو چې دَ چا اولاد ییٔ اؤ دَ چا پهٔ برکت چې دَ بیت الله شریف دَ حرم مجاور ییٔ ، هغهٔ خو دَ کعبې بنیاد خالص دَ یو الله دَ عبادت اؤ توحید دپاره یٔښې وهٔ اؤ دَ هغهٔ دَ دعاګانو پهٔ برکت دَ مکّې معظّمې دا ښار پهٔ دې ریګستان کښې آباد اؤ دَ روحانی اؤ جسمانی نعمتونو نه ډک دے ۔ هغهٔ خو تر آخره دا دعا کؤلے چې یا الله زما اولاد دَ بتانو دَ عبادت اؤ کفر و شرک نه وساتې۔ نو اوس تاسو خپله فکر وکړیٔ چې تاسو تر کومه حده دَ هغهٔ پهٔ وصیت عمل کړے دے اؤ څومره مو دَ هغهٔ دَ دعاګانو نه فائده اخستې ده ۔ ( اؤ لږ شرم وکړیٔ چې څنګه ځان دَ ابراهیمؑ پهٔ مذهب ګڼیٔ ۔ هغه خو خپل اولاد دپاره دعا کوی چې دَ بتانو دَ عبادت نه بچ شی اؤ تاسو دَ بتانو پهٔ عبادت داسې سخت ولاړ ییٔ چې هډو بله خبره اوریٔ نه)۔
ف۶۳: یعنی دا ښام مکّه معظّمه دَ عزّت اؤ امن ځائې کړې (نو دغه شان شو) اؤ ما اؤ زما اولاد دَ بتانو دَ عبادت نه بچ کړې۔ غالبًا دلته دَ اولاد نه مراد دَ خپل پشت اولاد دے نو دا دعا ېٔ هم قبوله شوه ۔ دَ ابراهیمؑ پهٔ پشتنی اولاد کښې دَ بُت پرستیٔ مرض نهٔ وهٔ پیدا شوے ۔ اؤ کهٔ مراد ټول نسل وی نو بیا به وئیلی شی چې دعا ېٔ دَ ځنو پهٔ حق کښې قبوله شوه اؤ دَ ځنو پهٔ حق کښې قبوله نهٔ شوه۔
تنبیه: سره دَ دې چې ابراهیمؑ دَ ګناهونو نه پاک پېغمبر وهٔ خو دَ دعا طریقه دا ده چې وړومبے دې بنده ځان یاد کړی۔ دَ پېغمبرانو دَ خلې داسې دعاګانو کښې دې طرف ته اشاره ده چې پېغمبران هم پهٔ خپل طاقت دَ ګناهونو نه بچ کېدے نهٔ شی بلکې الله پاک ېٔ حفاظت کوی ۔ ځکه پهٔ هره موقع دَ هغهٔ نه سوال کوی چې هم هغه ېٔ حافظ اؤ ناصر دے۔ ابنِ کثیرؒ لیکلی دی چې دا دعا ابراهیمؑ دَ بیت الله شریف دَ تعمیر نه ډېره موده پس دَ مکّې معظّمې دَ ښار دَ آبادیٔ دپاره کړے ده اؤ سورة بقره کښې چې کومه دعا تېره شوے ده هغه دَ بیت الله شریف دَ جوړؤلو پهٔ وخت کښې وه دَ اسماعیلؑ سره شریکه ۔ دا دعا دَ هغې نه ډېره موده وروستو وه ۔ چې دَ بیت الله شریف خوا کښې دَ مکّې ښار آباد شو۔
رَبِّ اِنَّهُنَّ اَضْلَلْنَ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ١ۚ فَمَنْ تَبِعَنِیْ فَاِنَّهٗ مِنِّیْ١ۚ وَ مَنْ عَصَانِیْ فَاِنَّكَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۳۶
اے ربه دې (بتانو) ګمراه کړل ډېر خلق۔ ف۶۴ نو چا چې زما خبره ومنله هغه زما دے اؤ چا چې زما خبره ونهٔ منله نو تهٔ بخښونکے مهربانه ئ۔ ف۶۵
ف۶۴: یعنی دا دَ کاڼیو بتان دَ ډېرو خلقو دَ ګمراهیٔ ذریعه شو۔
ف۶۵: یعنی چا چې دَ توحید لاره خوښه کړه هغوی زما خبره ومنله اؤ زما ملګری شو اؤ چا چې خوښه نهٔ کړه دَ هغوی لار زما نه جُدا شوه ، نو تهٔ پهٔ خپل فضل اؤ مهربانیٔ هغوی ته توفیق ورکړې چې ایمان راؤړی اؤ دَ بخشش حقدار شی۔ اؤ یا به ېٔ دا مطلب وی چې تهٔ مختارِ مطلق اؤ دَ قدرت مالک ئ پهٔ دې حال کښې ېٔ هم بخښلے شې۔ دَ سورتِ مائدہ پهٔ آخر کښې مونږ دَ موسٰیؑ دَ دعا اؤ دَ ابرهیمؑ دَ دې دعا ترمینځه فرق ښیٔلے دے هغه کتل پکار دی۔
رَبَّنَاۤ اِنِّیْۤ اَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ بِوَادٍ غَیْرِ ذِیْ زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِكَ الْمُحَرَّمِ١ۙ رَبَّنَا لِیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ فَاجْعَلْ اَفْىِٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِیْۤ اِلَیْهِمْ وَ ارْزُقْهُمْ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَشْكُرُوْنَ۝۳۷
اے زمونږه ربه ما خپل یو اولاد پهٔ دې شاړ میدان کښې آباد کړو ستا دَ عزت مند کور پهٔ خوا کښې۔ اے زمونږه ربه چې دوی قائم وساتی نمونځ نو تهٔ وګرځوه دَ ځنو خلقو زړونه چې مائل شی دوی ته اؤ رزق ورکړه دوی ته دَ مېوؤ نه چې ستا شکر ادا کړی ف۶۶
ف۶۶: یعنی حضرت اسماعیلؑ اؤ دَ هغهٔ اولاد ۔ ځکه چې بل ځوئے حضرت اسحاقؑ ېٔ پهٔ شام کښې وسېدو۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم حضرت ابراهیمؑ خپل ځوئے اسماعیلؑ پهٔ وړوکوالی کښې دَ پیو څښلو پهٔ موده کښې دَ خپلې بی بی هاجرېؓ سره پهٔ دې ریګستان کښې دَ الله پهٔ اسره پریٔښې وهٔ ۔ بیا وروستو دَ عربو یوه قبیله جرؔهم دلته راغله اؤ دَ مکّې دَ ښار بنیاد کښېښوے شو۔ ځکه چې الله تعالیٰ دَ اسماعیلؑ پهٔ برکت دلته دَ زمزم چینه روانه کړه ۔ دَ جرهم خانه بدوش قبیلې چې دلته اوبهٔ ولیدې نو دَ بی بی هاجرې پهٔ اجازت دلته دېره شول اسماعیلؑ چې ځلمے شو نو پهٔ دغه قبیله کښې ېٔ بیا وادهٔ وکړو۔ دغه شان دَ بیت الله خوا کښې دَ مکّې معظّمې آبادی شروع شوه ۔ ابراهیمؑ به کله کله دَ شام نه دَ دوی خبر اخستو ته راتلو اؤ دَ دې کلی آبادیٔ اؤ دَ وسېدونکیو دَ خیر دپاره به ېٔ دعاګانې کؤلے ۔ چې اے الله ما خپل یو ځوئے ستا پهٔ حکم پهٔ دې ریګستان کښې ستا دَ پاک کور پهٔ خوا کښې آباد کړو چې دې اؤ دَ دهٔ اولاد دې ستا دَ کور خدمت کوی نو تهٔ پهٔ خپل فضل دَ خلقو زړونه دې خوا راواړوې چې دلته راځی ستا عبادت کوی اؤ دَ دې ښار رونق پرې زیات شی۔ اؤ یا الله تهٔ دَ دې ځائې دَ وسېدونکیو دپاره پهٔ دې ریګستان کښې داسې فراخ رزق ورکړې چې دَ ضرورت دَ غلې نه علاوه مېوې اؤ نور دَ آرام سامان ورکښې هم فراخه وی چې دوی ستا عبادت پهٔ اطمینان اؤ بې فکریٔ سره کؤلے شی۔ الله تعالیٰ دَ ابراهیمؑ دا دعاګانې قبولې کړې۔ هر کال پهٔ لکونو خلق دَ بیت الله شریف زیارت ته ځی اؤ دَ اعلیٰ قسم مېوې اؤ نور نعمتونه دَ الله پهٔ فضل پهٔ مکّه معظّمه کښې دومره فراخه دی چې شاید دَ دنیا پهٔ بل یو ښار کښې به هم نهٔ وی۔ سره دَ دې چې پهٔ دې ریګستانی علاقه کښې خپل پیداوار هم نشته ۔ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې ابراهیمؑ پهٔ خپله دعا کښې ”اَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ“ وئیلی وو یعنی (دَ ځنو خلقو زړونه) ګنی ټوله دنیا به دې خوا راماته شوے وه۔
رَبَّنَاۤ اِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِیْ وَ مَا نُعْلِنُ١ؕ وَ مَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ فِی الْاَرْضِ وَ لَا فِی السَّمَآءِ۝۳۸
اے زمونږه ربه تهٔ خو خبر ئ چې څهٔ مونږ کوؤ پهٔ پټه اؤ څهٔ چې پهٔ څرګنده ، اؤ نهٔ دے پټ دَ الله نه هېڅ شے نهٔ پهٔ زمکه کښې اؤ نهٔ پهٔ آسمانونو کښې۔ ف۶۷
ف۶۷: یعنی پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې هېڅ څیز دَ تا نه پټ نهٔ دے نو زمونږ ظاهر اؤ باطن به درنه څهٔ پټ وی هغه هم درته څرګند دی۔ دَ دې آیت پهٔ تفسیر کښې دَ عالمانو ګڼ قولونه دی۔ خو یو معنٰی خاص کؤلو ته پکښې څهٔ ضرورت نشته الفاظ عام دی۔ هر پټ اؤ څرګند څیز پکښې راځی۔ حضرت شاه صاحب لیکی پهٔ ظاهره دا دعا ټول اولاد ته عامه ده خو دَ هغهٔ مطلب ترېنه نبی آخرالزمان وهٔ۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ وَهَبَ لِیْ عَلَی الْكِبَرِ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِسْحٰقَ١ؕ اِنَّ رَبِّیْ لَسَمِیْعُ الدُّعَآءِ۝۳۹
شکر دے دَ هغه الله چې وېٔ بخښلو ما ته پهٔ بوډا والی کښې دوه ځامن اسماعیل اؤ اسحاق ، بېشکه زما رب اوری دعا۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی پهٔ بوډا والی کښې دې یو ځوئے اسحاقؑ دَ سارا بی بی نه اؤ بل ځوئے اسماعیلؑ دې هاجرې بی بی نه راکړو۔ نو څنګه چې دې زما دا دعا قبوله کړه چې بې طمعې دې ځامن راکړل دغه شان مې دا نورې دعاګانې هم قبولې کړه۔
رَبِّ اجْعَلْنِیْ مُقِیْمَ الصَّلٰوةِ وَ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ١ۖۗ رَبَّنَا وَ تَقَبَّلْ دُعَآءِ۝۴۰
اے زما ربه ما داسې کړې چې قائم وساتم نمونځ اؤ زما پهٔ اولاد کښې هم اے ربه ف۶۹ زما دا دعا قبوله کړې۔ ف۷۰
ف۶۹: یعنی زما پهٔ نسل کښې دې داسې کسان وی چې نمونځونه پهٔ ښهٔ شان کوی۔
ف۷۰: یعنی اے ربه زما ټولې دعاګانې قبولې کړه۔
رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیَّ وَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ۠۝۴۱
اے ربه ما وبخښې اؤ زما مور پلار اؤ ټول مؤمنان ، پهٔ کومه ورځ چې به حساب کیږی۔ ف۷۱
ف۷۱: شاید چې دا دعا ېٔ دَ پلار دَ مرګ دَ خبر نه مخکښې کړی وی نو مطلب ېٔ دا دے چې دَ اسلام توفیق ورکړې چې آخرت کښې ستا دَ بخشش حقدار شی اؤ کهٔ دَ مرګ دَ خبر نه پس ېٔ کړی وی نو شاید چې تر دې وخته به ابراهیمؑ ته دا نهٔ وه معلومه چې الله پاک کافر نهٔ معاف کوی۔ دَ عقل پهٔ اعتبار دَ کافر بخشش څهٔ ناممکن دے۔ البته دَ شریعت دَ حکم اورېدو نه پس معلومیږی چې دَ کافر بخشش نشته نو عقلًا جائز دے اؤ سمعًا ممتنع دے۔ ځنې شیعه عالمانو لیکلی دی چې قرآن کښې دَ ابراهیمؑ پلار ته چې کافر وئیلی شوی دی هغه ېٔ خپل پلار نهٔ وهٔ ۔ ترهٔ یا بل مشر ېٔ وهٔ ۔ والله اعلم۔
وَ لَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ غَافِلًا عَمَّا یَعْمَلُ الظّٰلِمُوْنَ١ؕ۬ اِنَّمَا یُؤَخِّرُهُمْ لِیَوْمٍ تَشْخَصُ فِیْهِ الْاَبْصَارُۙ۝۴۲
اؤ تهٔ هرګز دا ګمان مهٔ کوه چې الله بې خبره دے دَ هغه کارونو چې کوی ېٔ ظالمان۔ ف۷۲ دوی ته خو هغهٔ مهلت ورکړے دَ هغې ورځې دپاره چې سترګې به ېٔ بقې پاتې شی۔ ف۷۳
ف۷۲: یو رکوع مخکښې دَ غټو غټو نعمتونو دَ بیان نه پس وئیلی شوی وو ”اِنَّ الْاِنْسَانَ لَظَلُوْمٌ کَفَّارٌ“ بیا دَ ابراهیمؑ پهٔ قصه کښې دَ مکّې معظّمې مشرکانو ته ځنی خاص نعمتونه وریاد کړی شو چې دَ هغوی ناشکری څرګنده کړې شی۔ پهٔ دې رکوع کښې فرمائیلې شی کهٔ ظالمانو ته سزا ورکؤلو کښې څهٔ وخت ولګی نو دا خیال مهٔ کویٔ چې الله تعالیٰ دَ دوی دَ عمل نه خبر نهٔ دے۔ یاد لریٔ دَ الله پاک نه هېڅ یوه وړه یا غټه پټه یا څرګنده خبره پټه نهٔ ده ، دَ هر څهٔ نه خبر دے۔ البته عادت ېٔ دا دے چې ظالم سمدستی نهٔ راګېروی۔ لږ وخت ورکوی چې توبه وباسی اؤ حق ومنی اؤ یا پهٔ ظلم کښې داسې حد ته ورسی چې دَ پوره سزا حقدار شی۔ لَا تَحْسَبَنَّ کښې خطاب هر هغه سړی ته دے دَ چا زړهٔ کښې چې دا خیال تیریږی۔ اؤ کهٔ نبی کریمﷺ ته وی نو مطلب ېٔ نورو ته اورؤل دی۔ چې هرکله نبی کریمﷺ ته دا حکم دے چې دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ کښې داسې خیال چرې راتلې هم نهٔ شی نو نورو خلقو ته خو ترېنه ډېر ځان ساتل پکار دی۔
ف۷۳: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به ېٔ دَ ډېره هېبته سترګې دغسې بقې پاتې شی۔ رپؤلې به ېٔ هم نهٔ شی۔
مُهْطِعِیْنَ مُقْنِعِیْ رُءُوْسِهِمْ لَا یَرْتَدُّ اِلَیْهِمْ طَرْفُهُمْ١ۚ وَ اَفْـِٕدَتُهُمْ هَوَآءٌؕ۝۴۳
منډې به وهی وچت به ېٔ نیولی وی سرونه ۔ نظر به ېٔ پستنه نهٔ راګرځی۔ اؤ زړونه به ېٔ الوتی وی۔ ف۷۴
ف۷۴: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ حیرانتیا اؤ ویرې پهٔ وجه ظالمانو سرونه دغسې وچت نیولی وی پهٔ پړمخې به دغسې نېغ نېغ ګوری۔ دَ ډېرې حیرانتیا اؤ هېبت پهٔ وجه به نهٔ بل خوا کتې شی اؤ نهٔ به سترګې رپؤلې شی۔ اؤ دَ زړونو به ېٔ دا حال وی چې عقل فکر به ېٔ بالکل الوتې وی۔ غرض دا چې ډېر سخت حالت به وی۔ دَ ناشکره اؤ ظالمانو به دغه حال وی اؤ دَ مؤمنانو پهٔ حق کښې بل ځائې وئیلی شوی دی۔ لَا یَحْزُنُھُمُ الْفَزَعُ الْاَکْبَرُ وَ تَتَلَقَّا ھُمُ الْمَلٰٓئِکَةُ (سوره انبیاء ، رکوع ۷) (دَ دغې لوئے ورځې ویره به پهٔ هغوی هېڅ نهٔ وی اؤ فرښتې به مبارکی ورکوی)
وَ اَنْذِرِ النَّاسَ یَوْمَ یَاْتِیْهِمُ الْعَذَابُ فَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رَبَّنَاۤ اَخِّرْنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ١ۙ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَ نَتَّبِعِ الرُّسُلَ١ؕ اَوَ لَمْ تَكُوْنُوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِّنْ زَوَالٍۙ۝۴۴
اؤ ویروه خلق دَ هغه ورځې چې راشی پهٔ دوی عذاب، ف۷۵ نو وائی به ظالمان خلق اے ربه مهلت راکړه مونږ ته تر لږه وخته ۔ چې قبوله کړو ستا بلنه اؤ تابعداری وکړو دَ رسولانو، ف۷۶ آیا تاسو مخکښې قسمونه نهٔ خوړل ۔ چې پهٔ تاسو به هېچرې زوال نهٔ راځی۔ ف۷۷
ف۷۵: دلته دَ عذاب نه دَ قیامت دَ ورځې عذاب مراد دے یا دَ مرګ وخت اؤ دَ ځنکدن سختې اؤ یا پهٔ دنیا کښې عذاب اؤ دَ تباهیٔ ورځ ټولې کېدے شی۔
ف۷۶: کهٔ دا وینا ېٔ پهٔ دنیا کښې دَ سختې لیدو پهٔ وخت وی نو بیا خو ېٔ مطلب څرګند دے چې څو ورځې نور مهلت راکړه چې خپل عمل سم کړو اؤ دَ نبیانو خبره ومنو۔ اؤ کهٔ دَ قیامت پهٔ ورځ وی نو مطلب به ېٔ دا وی چې مونږ دَ لږ وخت دپاره بیا دنیا ته راشو نو بیا تماشه وکړه چې مونږ به څنګه ستا وفادار یو اؤ نیک عمل به کوؤ۔ لکه چې بل ځائې کښې ارشاد دے۔ ”وَ لَوْ تَرٰی اِذِ الْمُجْرِمُوْنَ نَاکِسُوْا رُءُوْسِهِمْ عِنْدَ رَبِّھِمْ ؕ رَبَّنَاۤ اَبْصَرْنَا وَ سَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا “ (اؤ کهٔ تا ولیدل چې مجرمان به دَ الله مخکښې سرونه ټیټ نیولی وی وائی به اے ربه مونږ هر څهٔ پهٔ خپلو سترګو ولیدل اؤ وامو ورېدل نو تهٔ مونږ بیا دنیا ته واستوه چې نیک کارونه وکړو) (سورة السجده ، رکوع ۲)
ف۷۷: یعنی تاسو هم هغه خلق ییٔ چې دَ ډېره کبره به مو قسمونه خوړل چې زمونږ دا طاقت به هېچرې نهٔ ختمیږی اؤ نهٔ به مونږ دَ الله پهٔ دربار کښې پېش کیږو (اؤ کهٔ اوس بیا دنیا ته لاړیٔ نو بیا به هم هغه عملونه کویٔ) نو پهٔ ځواب کښې به ورته ووئیلی شی ” وَ اَقْسَمُوْا بِاللہِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ ۙ لَا یَبْعَثُ اللہُ مَنْ یَّمُوْتُ“ (سورة نحل ، رکوع ۵)
(مړی الله بیا نهٔ استوی)
وَّ سَكَنْتُمْ فِیْ مَسٰكِنِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَ تَبَیَّنَ لَكُمْ كَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَ ضَرَبْنَا لَكُمُ الْاَمْثَالَ۝۴۵
اؤ آبادوی تاسو دَ داسې خلقو پهٔ آبادیٔ کښې چې ظلم ېٔ کړے وهٔ پهٔ خپلو ځانونو ، اؤ ښهٔ درته معلومه وه چې مونږ څهٔ کړی دَ هغوی سره اؤ اورولی دی مونږ تاسو ته ټولې قصې۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی دَ ستاسو مشران هم پهٔ هغه کلو کښې یا دَ هغې خوا و شا وسېدل کومو کښې چې مخکښینی ظالمان قومونه وسېدل اؤ دَ هغوی دَ حال نه ښهٔ خبر وو۔ خو بیا ېٔ هم عبرت وانهٔ خستو اؤ هم هغه عملونه ېٔ شروع کړل ، پهٔ کومو چې هغه قومونه تباه شوی وو۔ سره دَ دې چې مونږ دَ نبیانو پهٔ خلهٔ پهٔ آسمانی کتابونو کښې ورته دَ دغه قومونو حال پوره پوره بیان کړے وهٔ خو دوی پرې هېڅ عمل ونهٔ کړو۔
وَ قَدْ مَكَرُوْا مَكْرَهُمْ وَ عِنْدَ اللّٰهِ مَكْرُهُمْ١ؕ وَ اِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُوْلَ مِنْهُ الْجِبَالُ۝۴۶
اؤ دوی خپل فریبونه وکړل اؤ دَ الله مخکښې دی دَ دوی فریبونه، ف۷۹ اؤ نهٔ به وی دَ دوی فریب داسې چې وخوزی ورباندې غرونه ۔ ف۸۰
ف۷۹: یعنی وړومبیو اؤ وروستیو ټولو ظالمانو خپل داؤنه پوره پوره چلولی دی اؤ دَ نبیانو پهٔ مقابله کښې ېٔ دَ حق ختمؤلو دپاره هر تدبیر اؤ هر سازش کړے دے لېکن دَ هغوی ټول تدبیرونه اؤ چل ول دَ الله پهٔ مخکښې وو ، هغهٔ ته هر څهٔ څرګند وو نو پهٔ یو کښې هم کامیاب نهٔ شو (اؤ دا ټول ریکارډ ېٔ دَ الله سره پروت دے، دَ یوې یوې خبرې سزا به ورکؤلے شی)
ف۸۰: یعنی هغوی خو ډېر سازشونه وکړل خو دَ الله پهٔ مقابله کښې ېٔ یو ونهٔ چلېدو۔ نو آیا دا ممکنه ده چې دَ دوی پهٔ چلې ولې غرونه دَ ځائې نه وخوزی؟ یعنی نبیان اؤ حق دین چې دَ غرهٔ پهٔ شان پهٔ خپل ځائې مضبوط ولاړ دی۔ دَ دوی پهٔ تدبیرونو هېچرې نهٔ شی خوزېدے ۔ پهٔ دې تفسیر ”وَ اِنْ کَانَ مَکْرُھُمْ“ کښې اِنْ نافیه دے۔ اؤ ځنو مفسرانو دلته شرطیه منلې دے اؤ مطلب ېٔ دا بیان کړے دے چې دوی ډېر تدبیرونه اؤ سازشونه وکړل خو دَ الله پهٔ مقابله کښې کامیاب نهٔ شو اګرچې دا سازشونه پهٔ خپل ځائې دومره مضبوط وو چې غرونه به ېٔ هم دَ خپل ځائې نه خوزولی وو خو دَ الله پهٔ مقابله کښې ېٔ هېڅ هم ونهٔ کړی شو۔
فَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ مُخْلِفَ وَعْدِهٖ رُسُلَهٗ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍؕ۝۴۷
نو دا ګمان مهٔ کوه چې الله به خلاف وکړی دَ خپلې وعدې رسولانو سره ف۸۱ بېشکه الله زبردست دے بدله اخستونکے۔ ف۸۲
ف۸۱: یعنی هغه وعده چې اِنَّا لَنْنْصُرُ رُسُلَنَا یا کَتَبَ اللہُ لَاَغْلِبَنَّ اَنَا وَ رُسُلِیْ اؤ داسې نورو آیتونو کښې چې شوے ده۔
ف۸۲: نهٔ چرته مجرم دَ هغهٔ دَ قبضی نه وتے شی اؤ نهٔ ېٔ هغه معاف کوی۔
یَوْمَ تُبَدَّلُ الْاَرْضُ غَیْرَ الْاَرْضِ وَ السَّمٰوٰتُ وَ بَرَزُوْا لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ۝۴۸
پهٔ کومه ورځ چې بدله به ورکړې شی زمکه پهٔ بله زمکه اؤ بدل به کړې شی آسمانونه اؤ خلق به مخامخ شی یو زبردست الله ته ۔ ف۸۳
ف۸۳: پهٔ قیامت کښې به دغه آسمانونه اؤ زمکه پهٔ دې حال باقی نهٔ وی۔ یا خو به ېٔ اصلیت بالکل بدل شی۔ یعنی دا به ختم شی اؤ نور زمکه آسمانونه به جوړ شی۔ اؤ یا به ېٔ شکل اؤ صفات بدل شی اؤ ځنو روایتونو نه معلومیږی چې دا تبدیلی به ډېر ځله کیږی۔ دَ وَبَرَزُوْا لِلّٰہِ تفسیر دَ دې نه مخکښې آیت وَبَرَزُوْا لِلّٰہِ جَمِیْعًا فَقَالَ الضُّعَفَآءُ الخ کښې تېر شوے دے۔
وَ تَرَی الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ مُّقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِۚ۝۴۹
اؤ تهٔ به ووینې ګناهګار پهٔ دغه ورځ خپلو کښې تړلی شوی پهٔ زنځیرونو ف۸۴
ف۸۴: یعنی دَ یو قسم مجرمان به یو ځائې پهٔ زنځیرونو کښې تړلی وی لکه بل ځائې چې دی۔ اُحْشُرُوالَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَ اَزْوَاجَھُمْ (سورت صٰفات ، رکوع ۲)
یا لکه بل آیت کښې وَ اِذَا النُّفُوْسُ زُوِّجَتْ (سورت تکویر ، رکوع ۱)
سَرَابِیْلُهُمْ مِّنْ قَطِرَانٍ وَّ تَغْشٰی وُجُوْهَهُمُ النَّارُۙ۝۵۰
قمیصونه به ېٔ دَ ګوګړو وی ف۸۵ اؤ راخوریږی به ېٔ پهٔ مخونو دَ اور لمبه ف۸۶
ف۸۵: ګوګړ ډېر ژر اور اخلی اؤ بدبویه هم وی۔ بیا څنګه چې دَ دوزخ اور دے دغه شان به ېٔ ګوګړ هم وی۔
ف۸۶: مخ دَ بنیادم پهٔ ټول وجود کښې بهتر دے ځکه دَ دې ذکر وشو (ګنی ټول بدن به ېٔ دَ اور پهٔ لمبه کښې وی) لکه بل ځائې کښې چې دَ زړهٔ ذکر شوے دے۔ تَطَّلِعُ عَلَی الْاَفْئِدَةِ۔
لِیَجْزِیَ اللّٰهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ۝۵۱
چې بدله ورکړی الله هر یو نفس ته دَ هغهٔ دَ ګټې۔ بېشکه الله ډېر ژر حساب کؤنکے دے۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی کومه خبره چې یقینی راتلونکے ده هغه لرې مهٔ ګڼیٔ۔ لکه بل ځائې چې فرمائی۔ اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُھُمْ وَ ھُمْ فِیْ غَفْلَةٍ مُّعْرِضُوْنَ ۔ (سورة الانبیاء ، رکوع ۱)
(پهٔ خلقو دَ حساب ورځ رانژدے شوه خو دوی لا هغه شان پهٔ خوب ودهٔ پراتهٔ دی) یا ېٔ مطلب دا دے چې کله دَ حساب ورځ راغله نو بیا به ورکښې څهٔ ایسارتیا نهٔ وی۔ دَ ټولو وړاندې وروستو بنیادمو اؤ پېریانو دَ یوې یوې ذرې حساب به کیږی اؤ ژر ژر به کیږی ۔ ځکه چې دَ الله نه څهٔ شے پټ نهٔ دے چې وخت پکښې ولګی۔
هٰذَا بَلٰغٌ لِّلنَّاسِ وَ لِیُنْذَرُوْا بِهٖ وَ لِیَعْلَمُوْۤا اَنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّ لِیَذَّكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ۠۝۵۲
دا خبر رسؤل دی خلقو ته چې پهٔ دې وویریږی اؤ پوهه شی چې معبود هم هغه دے ، یو دے اؤ چې فکر وکړی دَ عقل خاوندان۔ ف۸۸
ف۸۸: یعنی چې خلق دَ عفلت دَ خوب نه پاسی دَ الله نه ویره وکړی اؤ دَ هغهٔ پهٔ آیتونو غور وکړی چې پهٔ توحید ېٔ یقین پوخ شی اؤ دَ عقل فکر نه کار واخلی اؤ نصیحت ومنی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةٌ الْحِجْرِ مَکِیَّۃٌ وَّ ھِیَ تِسْعٌ وَّ تِسْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍؔ
سورت حجر مکّه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې یو کم سل آیتونه اؤ شپږ رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
الٓرٰ١۫ تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَ قُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ۝۱
الف ۔ لام ۔ را ۔ دا آیتونه دی دَ کتاب ف۱ اؤ دَ واضح قرآن ۔ ف۲
ف۱: یعنی دَ هغه کامل کتاب آیتونه دی چې دَ هغې پهٔ مقابله کښې بل کتاب هډو دَ کتاب وئیلو حقدار نهٔ دے۔
ف۲: اؤ دَ هغه قرآن آیتونه دی دَ کوم اصول چې ډېر صفا ، دلیلونه ېٔ مضبوط ، حکمتونه ېٔ معقول اؤ بیانونه ېٔ واضح اؤ فیصله کن دی۔ نو پهٔ دې آیتونو کښې چې کوم حکمونه بیانیږی هغه پوره توجه سره اورېدل پکار دی۔