پارہ 03

تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ١ۘ مِنْهُمْ مَّنْ كَلَّمَ اللّٰهُ وَ رَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍ١ؕ وَ اٰتَیْنَا عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ الْبَیِّنٰتِ وَ اَیَّدْنٰهُ بِرُوْحِ الْقُدُسِ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِیْنَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ وَ لٰكِنِ اخْتَلَفُوْا فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ وَ مِنْهُمْ مَّنْ كَفَرَ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلُوْا١۫ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ۠۝۲۵۳
دا ټول پېغمبران لویٔ ورکړه مونږه پهٔ دوی کښې ځنو ته پهٔ ځنو باندې ، پهٔ دوی کښې ځنی خو هغه دی چې خبرې وکړې الله دَ هغوی سره اؤ اوچتې ییٔ کړې دَ ځنو درجې ، اؤ ورمو کړې دَ مریم ځوی عیسٰیؑ ته څرګندې معجزې اؤ طاقت مو ورکړو هغهٔ ته پهٔ روح القدس (جبرائیل) ف۴۱۵ اؤ کهٔ الله غوښتے نو نهٔ به وو جنګیدلی هغه کسان چې راغلی وو دَ دې پېغمبرانو نه وروستو پس دَ دې نه چې ورسېدل هغوی ته څرګند حکمونه۔ لېکن پهٔ هغوی کښې اختلاف راغلو پهٔ دوی کښې ځنو خو ایمان راؤړو اؤ ځنی دَ دوی نه کافران شول ، اؤ کهٔ الله غوښتے نو دوی به خپلو کښې جنګ نهٔ وهٔ کړے لېکن الله هغه کوی څهٔ چې ېٔ خوښه وی۔ ف۴۱۶
ف۴۱۵: دا پېغمبران دَ کومو ذکر چې مخکښې وشو پهٔ دوی کښې څهٔ خو داسې دی چې الله تعالیٰ ورسره خبرې کړے دی لکه آدم علیه السّلام اؤ موسٰی علیه السّلام۔ دَ ځنو درجه لویه ده اؤ دَ ځنو دَ هغوی نه کمه لکه ځنی پېغمبران دَ وړوکی قوم دپاره راغلی وو۔ ځنی دَ یو خاص کلی دپاره ، ځنی دَ یو لوئی ښار دپاره اؤ ځنی دَ ټولې دنیا دپاره لکه محمّدﷺ چې دَ ټولې دنیا دپاره هادی دے نو دَ هغوی مرتبه دَ نورو ټولو نه اوچته ده۔ اؤ حضرت عیسٰیؑ ته څرګندې معجزې ورکړې شوے وې لکه مړی ژوندی کؤل۔ دَ برص مرض اؤ پیدائشی ړاندهٔ ښهٔ کؤل اؤ جبرئیل علیه السّلام به دَ هغهٔ دَ امداد دپاره راتلو۔
ف۴۱۶: بیا چې دوی دَ محمّدﷺ څرګندې نښانې ولیدې اؤ واؤرېدې نو پکار وه چې ټولو پرې ایمان راؤړے وې اؤ کهٔ دَ الله تعالیٰ رضا داسې وې نو ټول به مسلمانان شوی وو خو الله تعالیٰ مختیارِ مطلق دے۔ دَ هغهٔ چې څهٔ خوښه وی هغه کوی۔ نو پهٔ دې زړو امتونو کښې ځنې کسانو خو ایمان راؤړو اؤ ځنی کافران شول۔ پهٔ دې کښې هم دَ الله تعالیٰ حکمت دے۔ دَ هغهٔ هېڅ کار دَ حکمت نه خالی نهٔ وی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَ لَا خُلَّةٌ وَّ لَا شَفَاعَةٌ١ؕ وَ الْكٰفِرُوْنَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ۝۲۵۴
اے ایماندارو خرڅ کړیٔ دَ هغه مال نه چې مونږه ستاسو روزی کړے دے دَ هغې ورځې دَ راتلو نه مخکښې چې نهٔ به پکښې خرڅؤل اخستل وی اؤ نهٔ دوستی اؤ نهٔ سفارش، ف۴۱۷ اؤ څوک چې کافران دی هم هغه ظالمان دی۔ ف۴۱۸
ف۴۱۷: پهٔ دې سورت کښې دَ عباداتو اؤ معاملاتو ډېر احکام بیان شوی دی۔ دا ټول احکام منل اؤ پهٔ دې عمل کؤل پهٔ نفس ډېر ګران وو اؤ پهٔ ټولو کارونو کښې ګران کار سر ورکؤل اؤ مال خرچ کؤل دی۔ اؤ اکثر احکام چې وکتې شی نو یا خو پکښې دَ بدن تکلیف دے اؤ یا پکښې دَ مال خرڅ دے۔ اؤ بنیادم چې څهٔ ګناه کوی نو دَ ځان دَ محبت یا دَ مال دَ محبت پهٔ وجه ېٔ کوی۔ ګویا دَ ځان اؤ مال محبت دَ ټولو ګناهونو جرړه ده۔ اؤ چې دا محبت دَ زړهٔ نه وځی نو ټول کارونه اؤ ټول عبادتونه بیا آسان دی۔ پهٔ دې وجه دَ احکامو دَ بیان نه پس دَ جهاد اؤ مال لګؤلو ذکر وشو۔ قَاتِلُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللہِ (الایة) کښې دَ جهاد حکم دے اؤ مَنۡ ذَالَّذِیۡ یُقۡرِضُ اللہَ (الایة) نه دَ مال خرچ کؤل مراد دی۔ دَ اول تائید ېٔ دَ طالوت پهٔ قیصه وکړو۔ اؤ دَ دویٔم تائید دپاره اَنۡفِقُوۡ مِمَّا رَزَقۡنَاکُمۡ الخ نه تر آخره ډېر آیتونه راغلی دی۔
اؤ دې نه پس چې څومره رکوع دی اکثرو کښې دَ مال خرچ کؤلو ذکر دے۔ خلاصه مطلب دا دے چې دَ عمل وخت پهٔ دنیا کښې دے ، پهٔ آخرت کښې نهٔ اخستل خرڅؤل شته چې څوک به پهٔ چا باندې خپل نیک علم خرڅ کړی۔ نهٔ څوک یار دوست پکاریږی چې چا ته پهٔ دوستیٔ کښې خپل نیک عمل ورکړی اؤ نهٔ سفارش چلیږی۔
هسې هم څوک خلاصؤلے نهٔ شی څو پورې چې ېٔ الله تعالیٰ خپله معاف نهٔ کړی۔
ف۴۱۸: یعنی کافرانو پهٔ ځان خپله داسې ظلم کړے دے چې اوس ورته پهٔ آخرت کښې نهٔ دوستی نفع رسؤلے شی نهٔ سفارش۔
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ اَلْحَیُّ الْقَیُّوْمُ١ۚ۬ لَا تَاْخُذُهٗ سِنَةٌ وَّ لَا نَوْمٌ١ؕ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ مَنْ ذَا الَّذِیْ یَشْفَعُ عِنْدَهْۤ اِلَّا بِاِذْنِهٖ١ؕ یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ١ۚ وَ لَا یُحِیْطُوْنَ بِشَیْءٍ مِّنْ عِلْمِهٖۤ اِلَّا بِمَا شَآءَ١ۚ وَسِعَ كُرْسِیُّهُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ١ۚ وَ لَا یَـُٔوْدُهٗ حِفْظُهُمَا١ۚ وَ هُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ۝۲۵۵
الله نشته دے معبود سوا دَ هغهٔ نه ، هغه ژوندې دے دَ ټولو راټینګونکے، ف۴۱۹ نهٔ راځی پهٔ هغهٔ پرکالی اؤ نهٔ خوب ، دَ هغهٔ دپاره دی څهٔ چې آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه دی۔ داسې څوک دے چې سفارش وکړی دَ هغهٔ سره بې دَ هغهٔ دَ اجازت نه ، معلوم دی هغهٔ ته هغه څهٔ چې دَ خلقو وړاندې دی اؤ هغه څهٔ چې ترېنه شا ته دی۔ اؤ دا ټول احاطه نهٔ شی کؤلے دَ هغهٔ دَ معلوماتو نه دَ هېڅ څیز مګر چې هغه وغواړی ، ګنجائش لری دَ هغهٔ کرسیٔ دَ ټولو آسمانونو اؤ زمکې ، اؤ ګران نهٔ دی هغهٔ ته ټینګؤل دَ دغو ، اؤ هغه دَ دې ټولو نه ډېر زیات دَ لویئ خاوند دے۔ ف۴۲۰
ف۴۱۹: دَ وړومبی آیت نه دَ حق سبحانه و تعالیٰ عظمت اؤ شان هم معلومیږی۔ دَ هغې نه پس دا آیت نازل شو چې دَ ذاتِ توحید اؤ دَ هغهٔ دَ تقدس اؤ جلال اؤ دَ عظمت غایت پهٔ ډېر وضاحت سره پکښې بیان شوی دی۔ دَ دې آیت لقب ”آیة الکرسی“ دے ، چې پهٔ مبارک حدیث کښې دَ کتاب الله ډېر لوئے آیت ښودلے شوے دے اؤ ډېر فضیلت اؤ ثواب ېٔ منقول دے۔ اصل خبره دا ده چې حق تعالیٰ پهٔ خپل پاک کلام کښې پهٔ مخلوط ډول سره درے قسمه مضامین ځائې پهٔ ځائې بیان کړی دی:
دَ توحید اؤ دَ صفاتو علم
دَ احکامو علم
دَ قصو اؤ حکایاتو علم ، چې له دغه علم نه هم دَ توحید اؤ صفاتو تقریر اؤ تائید مقصود دے۔
یا دَ علم الاحکام تاکید اؤ ضرورت مطلوب دے۔ دَ توحید اؤ صفاتو علم اؤ دَ احکامو علم هم یو بل سره دومره مربوط اؤ تړلی دی چې یو دَ بل دپاره لکه علت اؤ علامت داسې دی۔ دَ حق تعالیٰ صفات دَ شرعیه ؤ احکامو دپاره منشاء اؤ اصل دی۔ اؤ شرعیه احکام دَ (الله جل جلاله) صفاتو ته لکه ثمرات اؤ فروع داسې دی نو اوس ښکاره ده چې دَ قصصو دَ علم نه اؤ دَ احکامو دَ علم نه دَ توحید علم ته خامخا اعانت اؤ تقویت رسیږی اؤ دَ قصصو دَ علم اؤ دَ توحید اؤ دَ صفاتو له علم نه دَ احکامو دَ علم تاکید ، او دَ هغه ضرورت بلکې حقیقت اؤ اصلیت ثابتیږی۔ اؤ دا طریقه چې له دریو طریقو نه مرکبه ده ډېره ښهٔ ، آسانه اؤ قابل قبول ده۔ اول خو دې وجې چې دَ یو طریقې پابندی دَ ملال موجب دی اؤ دَ یو علم نه بل علم ته انتقال داسې ښکاری لکه چې سړے دَ یو باغ دَ سیل اؤ تفریح کؤلو نه پس دَ بل باغ پهٔ سیل اؤ تماشه کښې مشغول شی۔ بل دَ دې درے واړو طریقو دَ یو ځائې کېدلو حقیقت۔ منشاء۔ ثمره اؤ نتیجه له ورایه معلومیږی۔ اؤ پهٔ دې کښې دَ احکامو تعمیل ډېر پهٔ شوق ، تېزوالی ، رغبت اؤ بصیرت سره دی۔ نو ځکه دا پاس ذکر شوے طریقې ډېرې عمده ، مفیدې اؤ قرآن مجید کښې کثیر الاستعمال دی۔ دلته وګوریٔ چې وړومبے ېٔ احکام پهٔ څهٔ کثرت اؤ تفصیل سره بیان کړل اؤ دَ هغې نه وروستو ېٔ دَ مصلحت اؤ ضرورت پهٔ اندازه قصې بیان کړې اؤ دَ مذکورؤ احکامو فوائد اؤ نتائج ېٔ ښهٔ پهٔ ډاګه مونږ ته پهٔ سترګو وښودل۔ وروستو له دې نه ېٔ ”آیة الکرسی“ بیان کړه چې دَ توحید اؤ صفاتو پهٔ موضوع کښې یو ممتاز حیثیت لری۔ دَ دې پهٔ بیانؤلو سره ېٔ دَ ټولو حکمونو اساس اؤ جرړې داسې ټنګې اؤ مضبوطې کړې چې کهٔ څوک ېٔ وکاږی ویستے ېٔ نهٔ شی۔
ف۴۲۰: پهٔ دې آیت کښې دَ الله تعالیٰ دَ ذات ، یووالی اؤ دَ صفاتو عظمت اؤ لوئی بیام شوے ده۔ چې الله تعالیٰ دَ همېشه نه موجود دے دَ هغهٔ څوک شریک نشته۔ هغه دَ تمام مخلوق پیدا کؤنکے دے اؤ هغه دَ هر قسم تبدیلیٔ اؤ نقصان نه بالکل پاک دے هم هغه دَ ټولو څیزونو اصلی مالک دے اؤ دَ ټولو څیزونو کامل علم اؤ پهٔ ټولو کامل قدرت لری۔ اؤ هغه دَ کامل عظمت اؤ بې انتها لوییٔ خاوند دے۔ دَ هېچا دا طاقت نشته چې دَ هغهٔ دَ اجازت نه بغېر دَهغهٔ سره دَ چا سفارش قدرې وکړی۔ هېڅ کار داسې نشته چې دَ هغې کؤل الله ته ګران وی۔ نهٔ هغه چرې ستړې کیږی اؤ نهٔ خوب ورځی۔ هغه دَ ټولو څیزونو نه اؤ دَ ټولو عقلونو نه ډېر اوچت دے۔ دَ هغهٔ پهٔ مقابله کښې دَ دنیا ټول طاقت ور مخلوق کمزورې اؤ سپک دے۔
دَ دې مضمون نه دوه خبرې ښې مولومې شوې۔ یو خو دَ الله تعالیٰ ربوبیت اؤ حکومت اؤ بل دَ مخلوق محکوموالے اؤ بندګی چې دَ دې پهٔ وجه دَ الله تعالیٰ تمام احکام بې چون و چرا منل اؤ پهٔ هغې پوره پوره عمل کؤل ضروری شول۔ بله دا چې مخکښې دَ څومره عبادتونو اؤ معاملاتو احکام بیان شول دَ چا پهٔ زړهٔ کښې دا شک کېدے شو چې دا حکمونه دومره ډېر دی اؤ دَ دنیا مخلوق دومره بې حسابه دے ، دَ دې ټولو حساب کتاب اؤ دوی ته جزا اؤ سزا ورکؤل به څنګه کیږی دَ عقل نه بهر خبره ده۔ نو الله تعالیٰ پهٔ دې آیت کښې خپل ځنې داسې پاک صفتونه بیان کړل چې دا شک ختم شو اؤ معلومه شوه چې دا هر څهٔ کهٔ تاسو ته ګران ښکاری دَ الله تعالیٰ دَ قدرت اؤ طاقت پهٔ مقابله کښې هېڅ هم نهٔ دی۔ هغهٔ ته هېڅ کار ګران نهٔ دے۔ دَ هغهٔ علم پهٔ ټولو څیزونو احاطه کوی۔ یوه ذره هم دَ هغهٔ دَ علم نه بهر نهٔ ده نو هغهٔ ته دا حساب کتاب هېڅ ګران نهٔ دے۔
لَاۤ اِكْرَاهَ فِی الدِّیْنِ١ۙ۫ قَدْ تَّبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ١ۚ فَمَنْ یَّكْفُرْ بِالطَّاغُوْتِ وَ یُؤْمِنْۢ بِاللّٰهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی١ۗ لَا انْفِصَامَ لَهَا١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۲۵۶
زبردستی نشته دَ دین پهٔ حق کښې۔ بې شکه جدا شوے دے هدایت دَ ګمراهیٔ نه ف۴۲۱ اوس چې څوک نهٔ منی ګمراه کؤنکی اؤ یقین کوی پهٔ الله باندې نو هغهٔ ټنګه کړه مضبوطه کړیٔ ، چې دَ هغې ماتېدل نشته اؤ الله هر څهٔ اوری خبردار دے۔ ف۴۲۲
ف۴۲۱: چې دَ توحید دلائل ښهٔ شان سره واضح شو۔ نو اوس چا دپاره پهٔ ایمان راؤړو کښې څهٔ عذر پاتې نهٔ شو۔ پهٔ زور باندې دَ مسلمانؤلو څهٔ ضرورت پاتې نهٔ شو۔ دَ عقل خاوندان خپله پوهېدے شی۔ پهٔ دې وجه دَ شریعت دا حکم دے چې پهٔ زور به څوک اسلام ته نهٔ را اړویٔ۔ اؤ چا چې جزیه ومنله نو ځان اؤ مال ېٔ محفوظ شو۔
ف۴۲۲: یعنی چې دَ هدایت اؤ ګمراهۍ پهٔ مینځ کښې فرق معلوم شو نو اوس چې چا هدایت قبول کړو هغهٔ داسې مضبوطه کړیٔ ټینګه کړه چې دَ هغې ماتېدل نشته۔ الله تعالیٰ دَ هر چا خبرې آوری اؤ دَ هر چا پهٔ نیت عالم دے۔ دَ زړونو حال ورته معلوم دے نو ایمان اؤ کفر دَ هغهٔ نه پټېدے نهٔ شی۔
اَللّٰهُ وَلِیُّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ۙ یُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ١ؕ۬ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْلِیٰٓـُٔهُمُ الطَّاغُوْتُ١ۙ یُخْرِجُوْنَهُمْ مِّنَ النُّوْرِ اِلَی الظُّلُمٰتِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۠۝۲۵۷
الله تعالیٰ مددګار دے دَ ایماندارو را وباسی هغوی دَ تیرو نه رڼا طرف ته اؤ څوک چې کافر شول دَ هغوی ملګری شیطانان دی چې را وباسی ېٔ دَ رڼا نه تیرو طرف ته ، هم دغه کسان دَ دوزخ وسیدنکی دی ، دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْ حَآجَّ اِبْرٰهٖمَ فِیْ رَبِّهٖۤ اَنْ اٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَ١ۘ اِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّیَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ١ۙ قَالَ اَنَا اُحْیٖ وَ اُمِیْتُ١ؕ قَالَ اِبْرٰهٖمُ فَاِنَّ اللّٰهَ یَاْتِیْ بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَاْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِیْ كَفَرَ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَۚ۝۲۵۸
آیا تا ونهٔ لیدو هغه سړے چې جګړه ېٔ وکړه دَ ابراهیمؑ سره دَ هغهٔ دَ رب پهٔ حق کښې پهٔ دې وجه چې ورکړے وهٔ الله هغهٔ ته بادشاهت ، چې ووېٔ ابراهیمؑ زما رب هغه دے چې خلق ژوندی اؤ مړهٔ کوی هغهٔ ووې زهٔ هم ژوندی کؤل اؤ مړهٔ کؤل کووم ، ووې ابراهیمؑ بې شکه الله تعالیٰ راخېژوی نمر دَ مشرق نه نو اوس ېٔ تهٔ دَ مغرب نه را وخېژوه نو حیران پاتې شو هغه کافر ، اؤ الله تعالیٰ نېغه لار نهٔ ښائی بې انصافو ته۔ ف۴۲۳
ف۴۲۳: پهٔ اول آیت کښې ایمان ته رڼا اؤ نور اؤ کفر ته ظلمت اؤ تیارهٔ وئیلی شوی وو۔ اوس پهٔ مثالونو دَ هغې تائید کیږی۔ اؤ مثال دَ نمرود بادشاه دے۔ هغهٔ دَ خپل طاقت پهٔ غرور کښې ځان ته خدائې وې اؤ پهٔ رعیت به ېٔ ځان ته سجده کؤله۔ ابراهیمؑ دَ هغهٔ دربار ته راغلو نو سجده ېٔ ونهٔ کړه۔ چې نمرود ترې تپوس وکړو سجده دې ولې ونهٔ کړه نو هغهٔ ورته ووې زهٔ دَ خپل رب نه سوا بل چا ته سجده نهٔ کوم۔ هعهٔ ورته ووې ستا رب خو زهٔ یم کنه ، بل رب دې څوک دے؟ هغهٔ ورته ووې تهٔ خو بادشاه ېٔ رب نهٔ ېٔ۔ زما رب هغه دے چې مخلوق ژوندې کوی اؤ وژنی۔ نمرود دوه قیدیان را وغښتل ، یو مجرم ېٔ آزاد کړو اؤ بل ېٔ بې ګناه قتل کړو۔ ابراهیمؑ ته ېٔ ووې وګوره زهٔ هم څوک ژوندی پرېږدم اؤ څوک وژنم۔ بیا ورته ابراهیمؑ ووې زما رب خو نمر دَ نمرخاتهٔ نه راخېژوی اؤ دې طرف ته ېٔ ډوبوی کهٔ تهٔ پهٔ رښتیا رب ېٔ نو تهٔ دَ دې خلاف وکړه۔ دَ ډوبېدو طرف نه را وخېژوه اؤ نمرخاتهٔ طرف ته ېٔ ډوب کړه۔ هغه مغرور ، احمق دَ دې څهٔ جواب جوړ نهٔ کړې شو۔ لېکن سره دَ پړ کېدو ېٔ هم دَ ابراهیمؑ خبره ونهٔ منله اؤ ایمان ېٔ رانهٔ وړو۔ الله تعالیٰ ورته هدایت ونهٔ کړو۔ یا دا چې الله تعالیٰ دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ کښې هیبت واچؤلو اؤ جواب ترېنه جوړ نهٔ شو۔ ګنې دَ مخکښې سوال پهٔ شان ېٔ دلته هم وئیلې شو چې دا خو ېٔ زهٔ دَ دې طرف نه راخېژوم۔
اَوْ كَالَّذِیْ مَرَّ عَلٰی قَرْیَةٍ وَّ هِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا١ۚ قَالَ اَنّٰی یُحْیٖ هٰذِهِ اللّٰهُ بَعْدَ مَوْتِهَا١ۚ فَاَمَاتَهُ اللّٰهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهٗ١ؕ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ١ؕ قَالَ لَبِثْتُ یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ١ؕ قَالَ بَلْ لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ اِلٰی طَعَامِكَ وَ شَرَابِكَ لَمْ یَتَسَنَّهْ١ۚ وَ انْظُرْ اِلٰی حِمَارِكَ وَ لِنَجْعَلَكَ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَ انْظُرْ اِلَی الْعِظَامِ كَیْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوْهَا لَحْمًا١ؕ فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗ١ۙ قَالَ اَعْلَمُ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۲۵۹
یا تا ونهٔ لیدو هغه سړے چې تېر شو پهٔ یو کلی چې هغه راپرېوتے وهٔ پهٔ خپلو چتونو، هغهٔ ووې څنګه به ژوندی کوی الله تعالیٰ دوی پس دَ مرګ نه ، پس مړ وساتلو الله تعالیٰ هغه سړے سل(۱۰۰) کاله ، بیا ېٔ راپورته کړو، ف۴۲۴ ورته ېٔ ووې تهٔ څومره موده دلته وې هغهٔ ووې زهٔ دلته ووم یوه ورځ یا دَ ورځې څهٔ برخه، ف۴۲۵ ووې الله تعالیٰ نه تهٔ دلته پاتې ېٔ سل کاله وګوره خپل خوراک ته اؤ خپل څښاک ته چې نهٔ دی سخا شوی اؤ وګوره خپل خر ته اؤ مونږ وغوښته چې تهٔ یوه نمونه شې دَ خلقو دپاره ، اؤ وګوره دې هډوکیو ته چې مونږه ېٔ څنګه راپیوندوو بیا غوښه ور اغوستوو، ف۴۲۶ بیا چې کله هغهٔ ته حال څرګند شو نو وېٔ وئیل ما ته معلومه ده چې بې شکه الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ ف۴۲۷
ف۴۲۴: دا سړے عزیزؑ پېغمبر وهٔ۔ هغهٔ ته ټول تورات یاد وهٔ۔ دا دَ بخت نصر کافر بادشاه دَ حکومت زمانه وه۔ هغهٔ دَ بیت المقدس ښار وران کړے وهٔ۔ بنی اسرائیل ېٔ ترېنه شړلی وو اؤ ډېر ېٔ قید کړی وو۔ قیدیانو کښې دا حضرت عزیزؑ پېغمبر هم وهٔ۔ چې دَ قید نه راخلاص شو۔ (وطن ته راتلو نو ) پهٔ یو کلی راغلو۔ دا کلې وران کنډر پروت وهٔ۔ هغهٔ پهٔ زړهٔ کښې ووې چې دَ دې کلی ټول خلق مړهٔ شوی دی۔ دا به الله تعالیٰ څنګه بیا ژوندی کړی اؤ دا ښار به آباد کړی۔ نو الله تعالیٰ هم پهٔ هغه ځائې دَ هغهٔ روح قبض کړو۔ دَ هغهٔ دَ سورلۍ خر هم پهٔ دغه ځائې مړ شو۔ سل (۱۰۰) کاله دوی دلته پراتهٔ وو۔ نهٔ چا ولیدل اؤ نهٔ ېٔ دَ دې ځائې نه اوچت کړل۔
پهٔ دې زمانه کښې بخت نصر بادشاه مړ شوے وهٔ۔ بل بادشاه بیت المقدس هم بیا آباد کړے وهٔ اؤ دغه ښار ېٔ هم آباد کړے وهٔ۔ بیا سل (۱۰۰) کاله پس الله تعالیٰ عزیزؑ ژوندې کړو۔ دَ هغهٔ دَ لارې توښه ، خوراک اؤ اوبهٔ ورسره خوا کښې هم هغه شان پرتې وې۔ نهٔ ېٔ خوراک خراب شوے وهٔ ، نهٔ اوبهٔ او ورسره خوا کښې چې خر مړ شوے وهٔ دَ هغهٔ نه غوښه دوړېدلے ده اؤ تش وراستهٔ هډوکی ېٔ پراتهٔ وو۔ الله تعالیٰ دَ هغهٔ پهٔ مخکښې هغه هډوکیو باندې بیا غوښه راوسته اؤ خر ژوندې ودرېدو۔ عزیزؑ هغه ښار هم بیا آباد ولیدو۔ بنی اسرائل ورته بیا راغلی وو۔
ف۴۲۵: حضرت عزیزؑ نه چې ساه وته نو نمر هغه وخت لږ را اوچت شوے وهٔ۔ اؤ چې بیا ژوندې کېدو نو مازیګر غوندې وهٔ۔ نو هغهٔ دا خیال وکړو کهٔ زهٔ پرون دلته راغلے یم نو یوه ورځ تېره شوے ده اؤ کهٔ نن سحر راغلې یم نو پوره ورځ هم نهٔ ده تېره۔
ف۴۲۶: دَ حضرت عزیزؑ پهٔ مخکښې الله تعالیٰ هغه وراستهٔ هډوکی راغونډ کړل۔ دَ بدن پهٔ خپل ترتیب سره جمع شو۔ غوښه پرې راغله۔ څرمن اؤ ویښتهٔ ورباندې راغلل۔ اؤ خر ژوندې ودرېدو اواز ېٔ وکړو۔
ف۴۲۷: حضرت عزیزؑ چې دا حالت ټول ولیدو نو وې وئیل چې اوس مې ښهٔ پوخ یقین وشو چې الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ مطلب دا چې مخکښې راته علم وهٔ چې الله تعالیٰ مړی ژوندی کؤلے شی ، خو اوس چې مې پهٔ خپلو سترګو ولیدل نو یقین مې نور هم پوخ شو۔ دا نه چې اول ېٔ پهٔ دې ایمان نهٔ وهٔ۔ چې عزیزؑ دَ بیت المقدس ښار ته لاړو نو هېچا ونهٔ پېژندو۔ ځکه چې دَ دهٔ همزولی ټول بوډاګان شوی اؤ مړهٔ شوی وو۔ اؤ دې هم هغسې ځوان وهٔ۔ نو چا ورباندې یقین نهٔ کؤلو۔ خو چې هغهٔ ورته تورات پهٔ یاد واورؤلو نو هله ېٔ یقین راغلو۔ بخت نصر دَ بنی اسرائیلو ټول کتابونه سوزؤلی وو۔ پهٔ هغې کښې تورات هم وهٔ۔
وَ اِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اَرِنِیْ كَیْفَ تُحْیِ الْمَوْتٰی١ؕ قَالَ اَوَ لَمْ تُؤْمِنْ١ؕ قَالَ بَلٰی وَ لٰكِنْ لِّیَطْمَىِٕنَّ قَلْبِیْ١ؕ قَالَ فَخُذْ اَرْبَعَةً مِّنَ الطَّیْرِ فَصُرْهُنَّ اِلَیْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلٰی كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ یَاْتِیْنَكَ سَعْیًا١ؕ وَ اعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۠۝۲۶۰
اؤ یاد کړه چې ووې ابراهیمؑ اے زما ربه ما ته وښایه چې تهٔ څنګه ژوندی کوے مړی۔ ووې الله ولې ستا یقین نشته ، هغهٔ ووې ولې مې نشته خو چې دَ زړهٔ تسلی مې وشی ف۴۲۸ ووې الله څلور مارغان را ونیسه ، بیا هغه دَ ځان سره ښهٔ عادت کړه۔ بیا پهٔ یو یو غر باندې دَ هغو نه یوه یوه ټوکړه کېږده۔ بیا هغوی ځان ته راوبله ، راځی به تا ته پهٔ منډه ف۴۲۹ اؤ پوهه شه چې بې شکه الله زبردست دے دَ حکمت خاوند ف۴۳۰
ف۴۲۸: مطلب دا چې یقین خو ېٔ وهٔ خو دَ عین الیقین طلبګار وهٔ کوم چې پهٔ لیدو راځی۔
ف۴۲۹: حضرت ابراهیمؑ دَ الله دَ حکم مطابق څلور مارغان یو طاؤس ، یو چرګ ، یو کارغهٔ اؤ یوه کونتره راونیول اؤ څلور واړه ېٔ دَ ځان سره وساتل چې ښهٔ عادت شی اؤ پهٔ رابلنه راځی۔ بیا ېٔ څلور واړه حلال کړل۔ بیا ېٔ پهٔ یو غر دَ څلور واړو سرونه کښېښؤل۔ پهٔ بل دَ څلورو واړو وزرې ، پهٔ بل ښپې اؤ پهٔ بل باقی تنې۔ بیا پهٔ یو ځائې کښې ودرېدو۔ یو مارغهٔ ته ېٔ آواز وکړو دَ هغهٔ سر دَ یو غرهٔ نه راوچت شو۔ وزر دَ بل نه ، ښپې دَ بل نه اؤ باقی تنه دَ بل نه۔ ټول سره یو ځائې شو اؤ هغهٔ ته روغ مارغهٔ راغلو۔ دغسې نور هم یو یو راغلل۔
ف۴۳۰: دلته کښې دوه شکونه کېدے شو یو خو دا چې ټوکړې ټوکړې مړ مارغهٔ با څنګه را الوزی اؤ بل دا چې مارغان دې څلور وی اؤ فلانی فلانی دې وی اؤ دَ ټولو ټوکړې دې سره ګډې وډې شوے وی۔ دَ دې قیدونو لګؤلو څهٔ فائده وه۔ نو دَ اول شک دپاره خو دَ الله تعالیٰ صفت عَزِیْزٌ ذکر شو چې الله دَ زبردست طاقت مالک دے هر څهٔ کؤلے شی۔
مړی ژوندی کؤل هغهٔ ته آسان کار دے اؤ دَ بل شک دپاره صفت دَ حَكِیْمٌ۠ ذکر شو۔ چې دې قیدونو کښې هم فائده شته۔ الله تعالیٰ حکیم دے ، دَ هغهٔ هېڅ کار دَ حکمت نه خالی نهٔ وی۔ کهٔ بنیادم پرې پوهه نهٔ شی نو دا زمونږ دَ پوهې نقصان دے۔ دَ هغې دَ حکمته انکار نهٔ شی کېدے۔ والله اعلم
پهٔ ایة الکرسی کښې دَ الله تعالیٰ دَ علم اؤ قدرت صفات بیان شوی وو۔ بیا دَ هغه علم اؤ قدرت دَ اظهار دپاره دا درے قصې بیان شوې چې الله تعالیٰ چې چا ته وغواړی هدایت ورکؤلے شی اؤ څوک چې وغواړی ګمراه کؤلے ېٔ شی اؤ چا ته چې ېٔ خوښه وی ګمراه کوی ېٔ۔ مړهٔ کؤل اؤ ژوندی کؤل هر څهٔ دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی۔ دَ دې نه پس بیا دَ جهاد اؤ دَ انفاق فی سبیل الله دَ فضیلت ذکر راځی۔ پهٔ ظاهره چې جهاد اؤ مال خرچ کؤلو کښې کوم مشکلات مخې ته راځی۔ دَ الله دَ علم اؤ قدرت دَ یقین نه پس به هغه مشکلات ختم شی ګنی کمے خو به پکښې ضرور راشی ( اؤ بنده به دې کارونو ته پهٔ خوښه تیار شی) والله اعلم۔
مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ اَنْۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِیْ كُلِّ سُنْۢبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ١ؕ وَ اللّٰهُ یُضٰعِفُ لِمَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ۝۲۶۱
مثال دَ هغه کسانو چې لګوی خپل مالونه دَ الله پهٔ لاره کښې داسې دے لکه یوه دانه چې راټوکیږی دَ هغې نه ووهٔ (۷) وږی، پهٔ هر وږی کښې سل دانې اؤ الله زیاتوی چا ته چې وغواړی ، اؤ الله ډېر فراخی کؤنکے پهٔ هر څهٔ خبر دے ف۴۳۱
ف۴۳۱: یعنی دَ الله پهٔ لار کښې کهٔ څوک لږ مال ولګوی هم دَ هغې ثواب ورته ډېر ورکېدے شی لکه دَ یوې دانې نه چې ووهٔ سوه (۷۰۰) دانې پیدا شی اؤ الله تعالیٰ زیات ورکوی ، چا ته چې ېٔ خوښه وی دَ ووهٔ سوه چنده نه ووهٔ زره چنده بلکې دَ دې نه هم ورته زیات ورکوی۔ الله تعالیٰ ډېر بخشش کؤنکے اؤ دَ هر چا پهٔ نیتونو خبر دے نو هر چا سره دَ هغهٔ دَ نیت پهٔ مناسب معامله کوی۔
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ لَا یُتْبِعُوْنَ مَاۤ اَنْفَقُوْا مَنًّا وَّ لَاۤ اَذًی١ۙ لَّهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ۚ وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝۲۶۲
کوم خلق چې لګوی خپل مالونه دَ الله پهٔ لار کښې بیا دَ لګؤلو نه پس نهٔ احسان زباتی اؤ نهٔ تکلیف ورکوی ، دَ هغوی دپاره دَ دې ثواب دے دَ خپل رب سره اؤ نهٔ څهٔ ویره شته دَ هغوی دپاره اؤ نهٔ به هغوی غمژن وی ف۴۳۲
ف۴۳۲: څوک چې الله تعالیٰ دپاره خرچ کوی اؤ بیا دَ هغې پهٔ چا باندې احسان نهٔ زباتوی اؤ نهٔ څوک تنګوی پهٔ پېغورونو ورکؤلو یا ترېنه پهٔ کار اخستو۔ اؤ نهٔ ورته سپک ګوری اؤ نهٔ ترېنه بیا بدل غواړی۔ کامل ثواب هم دغسې کسانو ته ورکېدے شی۔ دوی سره به دَ ثواب دَ کمی څهٔ خطره نهٔ وی اؤ نهٔ به دَ ثواب پهٔ کمی غمژن کیږی (ځکه چې دوی ته به دَ دوی دَ تصور نه هم زیات ثواب ورکړې شوی وی)
قَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ وَّ مَغْفِرَةٌ خَیْرٌ مِّنْ صَدَقَةٍ یَّتْبَعُهَاۤ اَذًی١ؕ وَ اللّٰهُ غَنِیٌّ حَلِیْمٌ۝۲۶۳
نرمه خبره اؤ معافی ورکؤل بهتر دی دَ داسې خیرات نه چې ورپسې تکلیف ورکؤل دی ، اؤ الله تعالیٰ بې پروا دے ډېر دَ رحم خاوند ف۴۳۳
ف۴۳۳: یعنی سوال ګری ته پهٔ نرمیٔ جواب ورکؤل اؤ دَ هغهٔ پهٔ بیا بیا غوښتو اؤ بد خویۍ باندې هغهٔ ته څهٔ غږ نهٔ کؤل دَ هغې خیرات نه چې بیا بیا ېٔ ورباندې شرموی اؤ پېغورونه ورکوی، ډېر ښهٔ دے۔ الله غنی دے دَ هغهٔ دَ چا خیرات ته څهٔ حاجت نشته۔ کهٔ څوک دَ الله پهٔ لار کښې څهٔ خرچ کوی نو دَ خپل ځان دَ فائدې دپاره ېٔ کوی۔ اؤ الله تعالیٰ حلیم دے پهٔ سزا ورکؤلو کښې جلدی نهٔ کوی (بنده ته دَ توبې مهلت ورکوی)
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُبْطِلُوْا صَدَقٰتِكُمْ بِالْمَنِّ وَ الْاَذٰی١ۙ كَالَّذِیْ یُنْفِقُ مَالَهٗ رِئَآءَ النَّاسِ وَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ؕ فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَیْهِ تُرَابٌ فَاَصَابَهٗ وَابِلٌ فَتَرَكَهٗ صَلْدًا١ؕ لَا یَقْدِرُوْنَ عَلٰی شَیْءٍ مِّمَّا كَسَبُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ۝۲۶۴
اے ایماندارو مهٔ بربادویٔ خپل خیرات پهٔ احسان زباتؤلو اؤ پهٔ تکلیف رسؤلو دَ هغه سړی پهٔ شان چې لګوی خپل مال خلقو ته دَ ښودنې دپاره اؤ یقین ېٔ نهٔ وی پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ف۴۳۴ نو دَ هغهٔ مثال داسې دے لکه چې صفا کاڼې وی چې پرې څهٔ لږه خاوره پرته وی اؤ تیز باران پرې وشی نو بالکل ېٔ صفا پرېږدی۔ پهٔ لاس نهٔ ورځی دې خلقو ته هېڅ څیز دَ هغه کار چې دوی کړے دے اؤ الله نهٔ ښائی نېغه لاره کافرانو ته۔ ف۴۳۵
ف۴۳۴: دَ خیرات نه پس سوال ګری باندې احسان زباتؤل یا هغهٔ ته پېغورونو باندې تکلیف رسؤل دَ خیرات ثواب بربادوی۔ اؤ څوک چې دَ ریا (ښودنې) دپاره خیرات کوی چې خلق ورته سخی ووائی پهٔ دې هم دَ خیرات ثواب خرابیږی۔ پهٔ آیت کښې دَ ریا سره لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الخ چې لګېدلے دے۔ دا دَ صدقې دَ بربادېدو شرط نهٔ دے۔ صدقه خو پهٔ تشه ریا باطله شوه ، بلکې دَ دې قید مطلب دا دے چې داسې دَ مسلمان دَ شان خلاف دے۔ ریا خو دَ هغه چا کار دے چې پهٔ الله اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ ېٔ یقین نهٔ وی۔
ف۴۳۵: مخکښې آیت کښې مثال ورکړې شوے وهٔ چې دَ خیرات مثال داسې دے لکه دَ یوې دانې نه چې ووهٔ سوه (۷۰۰) دانې بیدا شی۔ اوس فرمائی چې دَ خیرات سره دَ نیت صفائی اؤ اخلاص ضروری دے۔ کهٔ چا خیرات دَ ریا دپاره وکړو دَ هغې مثال داسې دے لکه پهٔ یو کاڼی چې لږه خاوره پرته وی ، پهٔ هغې کښې څوک تخم وکری ، چې باران پرې وشی۔ اوبهٔ ترېنه خاوره یوسی۔ صفا کاڼې پاتې شی پهٔ هغې تخم راټوکیږی هم نه۔ زیاتې دانې به څهٔ ونیسی۔ تخم ېٔ برباد لاړ شی۔ دغسې دَ ریا پهٔ کار هغه مال هم برباد شی۔ هېڅ ثواب به نهٔ شی ورکؤلے۔
وَ مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمُ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ وَ تَثْبِیْتًا مِّنْ اَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍۭ بِرَبْوَةٍ اَصَابَهَا وَابِلٌ فَاٰتَتْ اُكُلَهَا ضِعْفَیْنِ١ۚ فَاِنْ لَّمْ یُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۲۶۵
اؤ مثال دَ هغه کسانو چې خپل مال لګوی دَ الله تعالیٰ دَ رضا حاصلؤلو دپاره اؤ دَ خپلو زړونو پهٔ مضبوطیا ، داسې دے لکه چې یو باغ دے پهٔ یو غونډۍ چې پهٔ هغې ښهٔ تیز باران وشو نو ونیوله هغه باغ خپله میوه دوچنده۔ اؤ کهٔ ډېر تیز باران نهٔ وی نو نرے پرې هم کافی دے اؤ الله ستاسو کارونه ښهٔ وینی ف۴۳۶
ف۴۳۶: دَ ډېر باران نه مطلب ډېر مال خیرات کؤل اؤ دَ نری پشم نه مطلب دے لږ غوندې مال خیرات کؤل اؤ دَ زړهٔ مضبوطؤلو مطلب دا دے چې دَ هغهٔ پوخ یقین وی چې دَ دې خیرات ثواب به ضرور الله تعالیٰ راکوی۔ نو کهٔ دَ چا نیت روغ وی نو پهٔ ډېر خیرات کښې ډېر ثواب دے اؤ پهٔ لږ خیرات کښې هم ثواب شته دے۔ لکه باغ کهٔ پهٔ اوچته غونډۍ نهٔ وی پهٔ هواره زمکه وی هم څومره باران چې پرې وشی هغه هومره فائده خو ورکړی۔ اؤ کهٔ نیت ېٔ صفا نهٔ وی نو چې څومره ډېر مال ولګوی دومره به ېٔ ډېر تاوان وشی اؤ فائده به هېڅ ورنهٔ کړی۔ ځکه چې دَ ریاکار ثواب نشته۔ لکه پهٔ کاڼی باندې چې لږه خاؤره وی ، هغې کښې تخم وکری نو څومره چې تېز باران کیږی دومره به نقصان ورکوی۔ خاؤره به ترېنه ډېره بوځی اؤ صفا کاڼې به پاتې شی چې تخم نهٔ شی راټوکؤلے۔ نو زیاتی دانې خو به څهٔ ونیسی چې هغه تخم به هم بېکاره لاړه شی۔
اَیَوَدُّ اَحَدُكُمْ اَنْ تَكُوْنَ لَهٗ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّ اَعْنَابٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ۙ لَهٗ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ١ۙ وَ اَصَابَهُ الْكِبَرُ وَ لَهٗ ذُرِّیَّةٌ ضُعَفَآءُ١۪ۖ فَاَصَابَهَاۤ اِعْصَارٌ فِیْهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَ۠۝۲۶۶
آیا تاسو کښې څوک دا خوښوی چې دَ هغهٔ یو باغ وی دَ کجورو اؤ انګورو چې بهیږی دَ هغې لاندې ولې دَ هغهٔ دپاره پهٔ هغه باغ کښې هر قسم مېوې وی اؤ راغلو پهٔ هغهٔ بوډاوالے ، اؤ کمزوری کمزوری بچی دی۔ بیا راغله پهٔ هغه باغ داسې سیلۍ چې پهٔ هغې کښې اور وهٔ اؤ هغه ېٔ ټول وسوزوو ، دغه شان څرګندوی الله تاسو ته خپل آیتونه چې تاسو فکر وکړیٔ ف۴۳۷
ف۴۳۷: دا مثال دَهغه چا دے چې دَ ریا دپاره خیرات کوی یا پهٔ خیرات پسې فقیر ته پهٔ پېغورونو اؤ خبرو باندې تکلیف ورکوی اؤ دَ هغهٔ سپکاوے کوی۔ لکه یو سړے دَ ځلمی توب اؤ طاقت پهٔ وخت کښې دَ کجورو اؤ انګورو باغ جوړ کړی چې دا به مو پهٔ بوډا والی کښې پکار راځی۔ بیا چې کله دې بوډا شی اؤ دَ هغه باغ مېوې ته ېٔ ډېر ضرورت وی نو پهٔ هغه باغ قدرتی اور ولګی هر څهٔ ېٔ تباه شی۔ یعنی خیرات یو مېوه دار باغ دے چې مېوه ېٔ آخرت کښې پکاریږی چې دَ چا نیت خراب وی دَ هغهٔ دَ خیرات ثواب نهٔ وی نو داسې شو لکه تیار باغ باندې چې ېٔ اور ولګی۔ الله تعالیٰ خپلو بندګانو ته دغه شان صفا صفا احکام بیانوی چې دوی ورباندې فکر وکړی (اؤ دَ آخرت دپاره دَ نیک عمل څهٔ توښه تیاره کړی)
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْفِقُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا كَسَبْتُمْ وَ مِمَّاۤ اَخْرَجْنَا لَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ١۪ وَ لَا تَیَمَّمُوا الْخَبِیْثَ مِنْهُ تُنْفِقُوْنَ وَ لَسْتُمْ بِاٰخِذِیْهِ اِلَّاۤ اَنْ تُغْمِضُوْا فِیْهِ١ؕ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ۝۲۶۷
اے ایماندارو لګویٔ پاک څیزونه دَ خپلې ګټې نه اؤ دَ هغه څیزونو نه چې مونږه پیدا کړی تاسو دپاره دَ زمکې نه اؤ نیت مهٔ کویٔ پهٔ دې کښې دَ ګنده څیزونو چې تاسو ېٔ ولګویٔ۔ اؤ حال دا دې چې تاسو به ېٔ وانهٔ خلیٔ بې دَ دې چې سترګې پټې کړیٔ۔ پهٔ هغې ، اؤ پوه شیٔ چې بې شکه الله بې پرواه دے دَ خوبیو خاوند ف۴۳۸
ف۴۳۸: دَ خیرات دَ قبلېدو اؤ دَ هغې دَ ثواب زیاتېدو دپاره دا هم شرط دے چې هغه مال دَ حلالې ګټې وی۔ حرام مال یا شک من مال نهٔ وی اؤ بل دا چې خیرات کښې ښهٔ اعلیٰ څیز ورکؤل پکار دی۔ داسې څیز نه چې دَ محتاج زړهٔ ېٔ اخستل نهٔ غواړی خو دَ شرمه ېٔ واخلی۔ الله تعالیٰ بې پرواه دے۔ ستاسو دَ خیرات حاجتمند نهٔ دے اؤ چې څوک پهٔ خپله خوښه ښهٔ ښهٔ څیزونه خیرات کوی نو هغه دَ خوبیانو مالک دے۔ دَ شوق اؤ مینې خیرات قبلوی اؤ خوښوی۔
اَلشَّیْطٰنُ یَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَ یَاْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَآءِ١ۚ وَ اللّٰهُ یَعِدُكُمْ مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَ فَضْلًا١ؕ وَ اللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌۖۙ۝۲۶۸
شیطان وعده کوی تاسو سره دَ تنګدستیٔ اؤ حکم کوی تاسو ته دَ بې حیاییٔ ، اؤ الله وعده کوی تاسو سره دَ بخښنې اؤ دَ فضل ، اؤ الله ډېر دَ فراخیٔ مالک پهٔ هر څهٔ خبر دے ف۴۳۹
ف۴۳۹: کهٔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې دا خیال ګرځی چې پهٔ خیرات ورکؤلو به زهٔ غریب شم اؤ دَ الله دَ وعدو آؤرېدو سره ېٔ هم دَ مال پهٔ خیرات کؤلو زړهٔ نهٔ کیږی نو هغه دې پوهه شی چې دا شک ورته پهٔ زړهٔ کښې شیطان اچوی۔ دا خیال دې نهٔ کوی چې ماخو دَ شیطان شکل هم نهٔ دې لیدلې نو دَ هغهٔ پهٔ حکم به څنګه وچلېږم۔ (شکل ېٔ لیدلې وی ، کهٔ نه خو دا کار دَ شیطان دے) اؤ کهٔ دَ چا زړهٔ کښې دا خیال راځی چې پهٔ خیرات به زما ګناهونه معاف کیږی اؤ مال کښې به مې زیاتوالے راځی اؤ برکت به کوی نو هغه دې پوهه شی چې دا خبره ورته الله تعالیٰ پهٔ زړهٔ کښې واچؤله۔ پهٔ دې حال دې دَ الله تعالیٰ شکر ادا کړی۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ خزانو کښې دَ هېڅ کمې نشته ، هغهٔ دَ مخلوق ظاهر اؤ باطن هر څهٔ باندې عالم دے۔ (هغه ډېر سخی اؤ ډېر بخښونکے دے)
یُّؤْتِی الْحِكْمَةَ مَنْ یَّشَآءُ١ۚ وَ مَنْ یُّؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوْتِیَ خَیْرًا كَثِیْرًا١ؕ وَ مَا یَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الْاَلْبَابِ۝۲۶۹
ورکوی پوهه هغه چا ته چې خوښوی اؤ چا ته چې پوهه ورکړې شوه پس هغهٔ ته غټه خوبی ورکړې شوه۔ اؤ نصیحت صرف دَ عقل خاوندان قبلوی۔ ف۴۴۰
ف۴۴۰: یعنی الله تعالیٰ چې چا ته وغواړی دَ دین پهٔ کارونو کښې پوهه ورکړی اؤ دَ خیرات کؤلو طریقه ورته وښائی چې پهٔ کوم کښې وخت څومره مال کومو محتاجانو ته رسؤل غواړی اؤ چا ته چې دا پوهه ورکړې شوه نو هغهٔ ته یو ډېر لوئے نعمت اؤ لویه خوبی ورکړې شوه۔
وَ مَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ نَّفَقَةٍ اَوْ نَذَرْتُمْ مِّنْ نَّذْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُهٗ١ؕ وَ مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ۝۲۷۰
اؤ څهٔ چې خرڅ کویٔ تاسو خیرات یا منیٔ تاسو څهٔ نذر نو بې شکه الله ته هغه ټول معلوم دی اؤ دَ ظالمانو هېڅوک مددګار نشته۔ ف۴۴۱
ف۴۴۱: یعنی څوک چې خیرات کوی لږ یا ډېر پهٔ پټه یا پهٔ څرګنده یا څهٔ نذر منی نو بېشکه الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ خبر دے اؤ دا ټول ورته معلوم دی۔ څوک چې پهٔ خیرات یا نذر کښې دَ الله دَ حکم خلاف کوی دَ هغهٔ مددګار هېڅوک نشته۔ الله تعالیٰ چې هر څومره عذاب ورکوی دَ خلاصؤلو ېٔ څوک نشته۔ نذر پهٔ منلو واجبیږی اؤ کهٔ بیا ېٔ څوک ادا نهٔ کړی نو ګنهګار دے اؤ دَ الله تعالیٰ نه بغېر دَ بل چا نذر منل جائز نهٔ دی (اؤ کهٔ داسې ووائی چې کهٔ داکار مې وشو نو دَ الله پهٔ نامه به دا څیز فلانی سړی ته ورکوم یا دَ دې نذر ثواب دې فانی ته ورسی نو څهٔ حرج پکښې نشته ۔
اِنْ تُبْدُوا الصَّدَقٰتِ فَنِعِمَّا هِیَ١ۚ وَ اِنْ تُخْفُوْهَا وَ تُؤْتُوْهَا الْفُقَرَآءَ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ١ؕ وَ یُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِّنْ سَیِّاٰتِكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۝۲۷۱
کهٔ تاسو خیرات څرګند ورکویٔ نو ډېره ښهٔ خبره ده اؤ کهٔ پټویٔ ېٔ اؤ فقیرانو ته ېٔ ورکویٔ نو دا ستاسو دپاره ښهٔ خبره ده ، اؤ لرې به کړی له تاسو نه څهٔ ګناهونه ، اؤ الله ستاسو پهٔ کارونو ښهٔ خبر دے۔ ف۴۴۲
ف۴۴۲: نو دَ خلقو پهٔ مخکښې پهٔ څرګنده خیرات کؤل څهٔ بد نهٔ دی ، ښهٔ دی چې دَ نورو خلقو هم شوق پیدا شی۔ البته پټ خیرات کؤل ټولو کښې بهتر دی چې اخستونکے هم نهٔ شرمیږی اؤ دَ ریا شک پکښې هم نهٔ راځی۔
مطلب دا چې دَ موقعې اؤ مصلحت مناسب څرګند اؤ پټ خیرات دواړه ښهٔ دی خو نیت صفا پکار دے۔
لَیْسَ عَلَیْكَ هُدٰىهُمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ مَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ فَلِاَنْفُسِكُمْ١ؕ وَ مَا تُنْفِقُوْنَ اِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ اللّٰهِ١ؕ وَ مَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ یُّوَفَّ اِلَیْكُمْ وَ اَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ۝۲۷۲
ستاسو پهٔ ذمه نهٔ دی دَ هغوی پهٔ لاره کؤل ، اؤ لېکن الله لاره ښائی هغه چا ته چې وغواړی اؤ څهٔ مال چې تاسو خرچ کویٔ نو دَ خپلو ځانونو دپاره دے ، نو څو پورې چې ېٔ خرڅ کویٔ تاسو خالص رضا دَ الله دپاره ، اؤ څهٔ چې تاسو خرڅ کویٔ خیرات نو پوره پوره به درکېدے شی تاسو ته اؤ ستاسو حق به نهٔ پاتې کیږی۔ ف۴۴۳
ف۴۴۳: رسول اکرمﷺ خپل اصحاب منع کړی وو چې څوک مسلمان نهٔ وی هغهٔ ته به خیرات نهٔ ورکویٔ۔ مصلحت پکښې دا وهٔ کهٔ ځنې کسان دَ مال پهٔ طمع اسلام ته راواؤړی۔ نو دا آیت نازل شو۔ اؤ پهٔ دې کښې حکم عام وشو ، چې مسلمان وی کهٔ مسلمان نهٔ وی خیرات پهٔ هر محتاج بنیادم کیږی خو شرط دا دے چې خیرات خالص دَ الله دَ رضا دپاره وی۔
لِلْفُقَرَآءِ الَّذِیْنَ اُحْصِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ضَرْبًا فِی الْاَرْضِ١٘ یَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ اَغْنِیَآءَ مِنَ التَّعَفُّفِ١ۚ تَعْرِفُهُمْ بِسِیْمٰىهُمْ١ۚ لَا یَسْـَٔلُوْنَ النَّاسَ اِلْحَافًا١ؕ وَ مَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ۠۝۲۷۳
خیرات دَ هغه فقیرانو دپاره دے څوک چې دَ الله پهٔ لار کښې حصار کړی شوی دی چې ګرزېدے نهٔ شی پهٔ وطن کښې۔ ګمان کوی پهٔ هغوی باندې ناواقفه خلق دَ مالدارو دَ سوال نهٔ کؤلو پهٔ وجه۔ پېژنې به تهٔ هغوی دَ څهرو نه ، سوال نهٔ کوی دَ خلقو نه پهٔ زارو ف۴۴۴ اؤ څهٔ ښهٔ څیز چې تاسو خرڅ کویٔ بې شکه الله ته معلوم دے۔ ف۴۴۵
ف۴۴۴: (یعنی خیرات کیږی خو پهٔ هر محتاج مسلمان وی اؤ کهٔ کافر) خو داسې خلقو ته ورکؤلو کښې ډېر ثواب دے چاچې خپل ژوند دَ دین دَ کار دپاره وقف کړے وې دَ دین پهٔ کار کښې دَ مشغولتیا پهٔ وجه دَ دنیا څهٔ کار روزګار نهٔ شی کؤلے۔ لکه دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې دَ اصحابو یو ټولے وهٔ۔ اصحابِ صُفّه به ېٔ ورته وې۔ هغوی به دَ علمِ دین زده کؤلو دپاره ټول عمر دَ حضورﷺ مجلس کښې ناست وو۔ بس دَ عبادت اؤ جهاد سره ېٔ کار وهٔ۔ اؤ دَ تبلیغ دپاره ېٔ علمِ دین زده کؤلو ، دَ دنیا څهٔ کار کسب ېٔ نهٔ کؤلو۔ اوس هم کهٔ څوک داسې وی چې خپل ژوند ېٔ دَ دین خدمت ته وقف کړے وی نو پهٔ مسلمانانو دَ هغوی ضروریات پوره کؤل واجب دی۔ دَ څهرو نه پېژندلو مطلب دا دے چې دَ ډېر ریاضت اؤ محنت پهٔ وجه دَ هغوی رنګ زیړ اؤ بدن کمزورے وی۔
ف۴۴۵: څهٔ خیرات چې کویٔ الله تعالیٰ ته معلوم دے دَ هغې ثواب به ضرور درکوی۔ پهٔ عامو خلقو وی اؤ کهٔ پهٔ دغسې کسانو کوم چې مخکښې ذکر شو۔
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ بِالَّیْلِ وَ النَّهَارِ سِرًّا وَّ عَلَانِیَةً فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ۚ وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَؔ۝۲۷۴
کوم خلق چې لګوی خپل مالونه دَ الله پهٔ لار کښې دَ شپې اؤ دَ ورځې پهٔ پټه اؤ پهٔ څرګنده دَ هغوی دپاره دَ هغې ثواب دے دَ خپل رب سره ، اؤ نشته څهٔ ویره پهٔ هغوی اؤ نه به وی هغوی غمژن ف۴۴۶
ف۴۴۶: تر دې پورې دَ خیرات بیان اؤ دَ هغې فضیلت اؤ قیدونه اؤ شرطونه ذکر شو۔ نو دَ خیرات پهٔ وجه یو خوا خو پهٔ معاملاتو کښې دَ نرمۍ اؤ اسانۍ عادت پیدا کیږی۔ بې مروتی اؤ سخت ګیری ختمیږی اؤ بل خوا پهٔ معاملاتو کښې دَ کمی زیاتی پهٔ وجه کهٔ څهٔ ګناه شوے وی۔ پهٔ خیرات دَ هغې بدل خلاص شی اؤ هغه کمې پوره شی اؤ دَ خیرات پهٔ وجه ښهٔ اخلاق اؤ بل ته دَ نفع رسؤلو اؤ دَ الله مخلوق ته دَ خیر رسؤلو جذبه راپورته کیږی نو پهٔ دې وجه دَ خیرات بیان پهٔ ګڼو آیتونو کښې ښهٔ پهٔ تاکید سره وشو اؤ سود اخستل دَ خیرات ضد دے۔ پهٔ خیرات کښې بل ته فائده رسؤل اؤ دَ مروّت اخلاق دی اؤ پهٔ سود کښې سراسر نقصان۔ زیاتے اؤ بل ته تکلیف رسؤل اؤ بیخی ظلم دے۔ نو دَ خیرات فضیلت بیانؤلو پسې سمدستی دَ سود بد بیانؤل مناسب اؤ ضروری وو۔ څومره چې پهٔ خیرات کښې نیکی ده دغه هومره پهٔ سود کښې ګناه اؤ بدی ده۔
اَلَّذِیْنَ یَاْكُلُوْنَ الرِّبٰوا لَا یَقُوْمُوْنَ اِلَّا كَمَا یَقُوْمُ الَّذِیْ یَتَخَبَّطُهُ الشَّیْطٰنُ مِنَ الْمَسِّ١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْۤا اِنَّمَا الْبَیْعُ مِثْلُ الرِّبٰوا١ۘ وَ اَحَلَّ اللّٰهُ الْبَیْعَ وَ حَرَّمَ الرِّبٰوا١ؕ فَمَنْ جَآءَهٗ مَوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ فَانْتَهٰی فَلَهٗ مَا سَلَفَ١ؕ وَ اَمْرُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ١ؕ وَ مَنْ عَادَ فَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۲۷۵
کوم خلق چې خوری سود نهٔ به پاڅی هغوی دَ قیامت پهٔ ورځ ، مګر داسې څنګه چې پاڅی هغه کس چې حواس ېٔ خراب کړی وی پېریانو پهٔ نیؤلو ، داسې حالت به ېٔ ځکه وی چې دوی وې سوداګری خو هم دغسې ده لکه سود اخستل ، اؤ حال دا دے چې الله سوداګری حلاله کړے ده اؤ سود ېٔ حرام کړے دے۔ ف۴۴۷ پس چا ته چې نصیحت ورسېدو دَ خپل رب له طرفه هغه منع شو نو دَ هغهٔ دپاره دی څهٔ چې شوی دی ، اؤ معامله دَ هغهٔ دَ الله پهٔ حواله ده ، اؤ چا چې بیا سود وکړو ، هم دغه خلق دَ دوزخ وسیدونکی دی ، دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ ف۴۴۸
ف۴۴۷: یعنی سود خوارهٔ به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ قبر نه پهٔ داسې حالت کښې پاسی چې دَ ګناه دَ بوج دَ وجې نه به سم ودرېدے نهٔ شی لکه پېریانو اؤ میرګو نیولے لېونے چې پاسی اؤ غورزیږی۔ دغسې حال به دَ سود خور هم وی۔ دا ځکه چې دوی پهٔ دنیا کښې حلال اؤ حرام یو شان ګڼل اؤ وې به ېٔ چې پهٔ سود کښې هم فائده ده اؤ پهٔ تجارت کښې هم فائده ده۔ نو دواړه یو شان حلال دی۔ دَ دنیا دَ ګټې خیال ېٔ کؤلو اؤ دَ الله دَ حکم پرواه ېٔ نهٔ کؤله چې الله تعالیٰ سود حرام کړے دے اؤ تجارت ېٔ حلال کړے دے۔
فائده: پهٔ تجارت اؤ سود کښې فرق دا دے چې پهٔ تجارت کښې چې کومه نفع وی هغه دَ مال پهٔ عوض کښې وی اؤ پهٔ سود کښې دَ نفع پهٔ عوض کښې مال نهٔ وی۔ نفع بې عوضه وی مثلاً یو سړے دَ یوې روپۍ ټوکے پهٔ دوه روپۍ خرڅ کړی۔ نو دلته روپۍ اؤ ټوکے دوه جُدا جُدا څیزونه دی۔ دَ دې دواړو پهٔ مینځ کښې حقیقی مساوات اؤ برابرے ناممکن دے۔ دَ خرید و فروخت ضرورت پوره کؤلو دپاره دَ ضرورت مطابق دَ برابری څهٔ صورت جوړؤلے شی۔ نو ضرورت اؤ خواهش دَ هر چا جُدا جُدا دے۔ دَ هغې هډو څهٔ قیمت نهٔ شی مقرر کېدے۔ دَ چا به یوې روپۍ ته داسې سخت حاجت وی چې دَ لسو(۱۰) روپو دَ قیمت ټوکے به دَ هغې مقابله کښې هېڅ نهٔ وی۔ اؤ چا ته به دَ یو ټوکی چې پهٔ بازار کښې ېٔ یوه روپۍ قیمت وی دومره حاجت وی چې پهٔ لس(۱۰) روپۍ به ورته ارزان ښکاری۔ نو اوس کهٔ یو ټوکے څوک پهٔ یوه روپۍ واخلی اؤ هم هغه ټوکے بیا پهٔ دوه روپۍ خرڅ کړی نو پهٔ دې کښې نفع خالی دَ عوض نه نهٔ ده ځکه چې پهٔ روپو اؤ ټوکی کښې خو خپله څهٔ مساوات نشته ، دَ حاجت خبره ده۔ نو پهٔ دې کښې اصلی غرض مقرر کېدے نهٔ شی چې دَ هغې زیاتے خالی عن العوض شی۔ دَ حاجت خبره ده اؤ حاجتونه دومره مختلف دی چې څهٔ اندازه ېٔ نشته۔ پهٔ خلاف دَ دې کهٔ یو سړی چا ته سل (۱۰۰) روپۍ ورکړې اؤ څهٔ موده پس ترېنه شپږ شلے (۱۲۰) غواړی ، نو سل روپۍ خو دَ هغې سلو روپو پهٔ عوض کښې شوې اؤ دَ دې شلو روپو عوض نشته ، دا سود شو اؤ سود حرام دے۔ دلته مساوات شته دے (روپۍ دَ روپۍ مساوی ده پهٔ هغې کښې څهٔ فرق نشته ، دواړه یو شے دے) اؤ پهٔ اوله معامله کښې روپۍ اؤ ټوکے دوه جدا جدا څیزونه دی نو پهٔ هغې کښې حقیقی مساوات نشته۔
ف۴۴۸: یعنی دَ سود دَ حرمت نه مخکښې کهٔ چا سود اخستې وی نو دَ هغې مالک ته واپس کؤل ضروری نهٔ دی۔ اؤ پهٔ دنیا کښې ېٔ هغه سړی ته دَ واپسیٔ دَ مطالبې حق نشته اؤ پهٔ آخرت کښې الله تعالیٰ ته اختیار دے کهٔ پهٔ خپل فضل ېٔ بخښی۔ لېکن دَ دې حکم دَ نازلېدو نه پس هم کهٔ چا سود واخستو نو هغه دوزخی دے۔ دَ الله تعالیٰ دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ عقلی دلائلو پېش کؤلو دغه سزا ده۔
یَمْحَقُ اللّٰهُ الرِّبٰوا وَ یُرْبِی الصَّدَقٰتِ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ اَثِیْمٍ۝۲۷۶
ورکوی الله سود اؤ زیاتوی خیرات ، ف۴۴۹ اؤ الله نهٔ خوښوی هېڅ یو ناشکره ګنهګار۔ ف۴۵۰
ف۴۴۹: الله تعالیٰ دَ سود مال ورکوی یعنی دَ هغې برکت نهٔ وی۔ حدیث شریف کښې راځی۔ دَ سود مال کهٔ هر څومره ډېر شی آخر انجام ېٔ افلاس اؤ تباهی ده اؤ دَ خیرات دَ مال دَ زیاتېدو مطلب دا دے چې برکت ېٔ ډېر وی یا دا چې ثواب ېٔ زیاتیږی۔ (ووهٔ سوه(۷۰۰) چنده بلکې دَ هغې نه زیات به ورکؤلے شی)
ف۴۵۰: چا ته چې الله تعالیٰ مال ورکړے دے هغهٔ له پکار وه چې حاجت مند ته ېٔ دا مال خیراتی ورکړے وې۔ کهٔ دا ېٔ نهٔ شوه کؤلے نو چې قرضِ حسنه خو ېٔ ضرور ورکړے وې۔ چې سود ېٔ پرې واخستو نو دا ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ نعمت اؤ احسان غټه ناشکری وکړه۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتَوُا الزَّكٰوةَ لَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ۚ وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝۲۷۷
کومو خلقو چې ایمان راؤړے دے اؤ نیک عملونه ېٔ کړی دی اؤ قائم ېٔ ساتلے دے نمونځ اؤ ورکوو به ېٔ زکوٰة ، اؤ هغوی دپاره دَ خپل رب سره دَ دې ثواب دے اؤ نشته څهٔ ویره دَ دوی دپاره اؤ نهٔ به وی دوی غمژن۔ ف۴۵۱
ف۴۵۱: پهٔ دې آیت کښې دَ سود خورو پهٔ مقابله کښې دَ ایماندارو صفتونه اؤ احسان ذکر شوے دے۔ یعنی چې څوک نافرمانی کوی نو دوزخ ېٔ ځائې دے۔ اؤ چې څوک نیک عمل کوی اؤ خیرات زکوٰة ورکوی ، پهٔ هغوی به هم غم اؤ خطره نهٔ وی۔ ښهٔ خوشحال اؤ مطمئن به وی۔ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ذَرُوْا مَا بَقِیَ مِنَ الرِّبٰۤوا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۲۷۸
اے ایماندارو دَ الله نه ویرېږیٔ اؤ څهٔ سود چې پاتې دے دا پرېږدیٔ کهٔ ستاسو دَ الله پهٔ خبره یقین وی۔ ف۴۵۲
ف۴۵۲: یعنی دَ دې آیت دَ نازلېدو نه مخکښې چې چا څهٔ سود اخستے دے هغه خو وشو هر څهٔ چې شوی دی خو دَ دې نه پس هم کهٔ دَ چا سودی قرضه باقی وی نو دَ هغې سود دې هرګز نهٔ اخلی۔ صرف خپل اصل مال دې وصول کړی۔
فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا فَاْذَنُوْا بِحَرْبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ١ۚ وَ اِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوْسُ اَمْوَالِكُمْ١ۚ لَا تَظْلِمُوْنَ وَ لَا تُظْلَمُوْنَ۝۲۷۹
بیا کهٔ تاسو ېٔ نهٔ پرېږدیٔ نو تیار شیٔ جنګ ته دَ الله تعالیٰ سره اؤ دَ هغهٔ پېغمبر سره ، اؤ کهٔ تاسو توبه وباسیٔ نو دے تاسو دپاره ستاسو اصل مال ، مهٔ تاسو پهٔ چا ظلم کویٔ اؤ نهٔ به پهٔ تاسو ظلم کیږی۔ ف۴۵۳
ف۴۵۳: یعنی اخستے سود کهٔ اوس ستاسو دَ اصل مال نه کټ کړې شی نو دا پهٔ تاسو زیاتے دے۔ اؤ کهٔ دَ دې نه پس تاسو سود اخلیٔ نو دا به پهٔ تاسو زیاتے وی نو مهٔ تاسو زیاتے کویٔ اؤ نهٔ به پهٔ تاسو زیاتے کیږی۔ اخستے سود چې څهٔ شوی هغه شوی خو مخکښې دپاره سود نه توبه وباسیٔ اؤ صرف خپل اصل مال وصول کړیٔ۔ زړې خبرې به درته الله تعالیٰ معاف کړی۔
وَ اِنْ كَانَ ذُوْ عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ اِلٰی مَیْسَرَةٍ١ؕ وَ اَنْ تَصَدَّقُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۲۸۰
اؤ کهٔ دَ چا لاس تنګ وی نو مهلت پکار دے هغهٔ لاس ازادېدو پورې اؤ کهٔ ورته ېٔ وبخښی نو دا تاسو دپاره ډېره ښهٔ ده کهٔ تاسو پوهېږیٔ۔ ف۴۵۴
ف۴۵۴: یعنی چې دَ سود اخستل بند شو نو اوس کهٔ دَ ستاسو پهٔ چا قرضه پورې وی اؤ دَ هغهٔ طاقت نهٔ وی نو داسې مهٔ کویٔ چې خامخا ترېنه خپل مال غواړیٔ۔ بلکې هغوی ته څهٔ موده مهلت ورکړیٔ چې لاس ېٔ آزاد شی اؤ دَ ادا کؤلو طاقت ېٔ وشی نو بیا ېٔ ترېنه پهٔ نرمۍ وصول کړیٔ اؤ کهٔ وس مو کیږی نو ورته ېٔ بالکل وبخښیٔ دغه ستاسو دپاره بهتره ده (کهٔ دَ هغهٔ دَ ادا کؤلو طاقت نهٔ وی)
وَ اتَّقُوْا یَوْمًا تُرْجَعُوْنَ فِیْهِ اِلَی اللّٰهِ١۫ۗ ثُمَّ تُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۠۝۲۸۱
اؤ ویرېږیٔ ورځې دَ هغې نه چې را واپس کؤلے به شیٔ تاسو دَ الله طرف ته ، بیا به پوره پوره ورکؤلے شی هر چا ته خپله ګټه اؤ پهٔ هغوی به ظلم نهٔ کیږی ف۴۵۵
ف۴۵۵: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به تاسو ټول دَ حساب کتاب دپاره راجمع کېږیٔ اؤ دَ اعمالو جزا اؤ سزا به ورکؤلے شی نو اوس تاسو ښهٔ فکر وکړیٔ چې ښهٔ کارونه کویٔ کهٔ ناکاره خیرات ورکویٔ کهٔ سود اخلیٔ دَ دې ټولو به یوه ورځ جزا اؤ سزا درکېدے شی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَدَایَنْتُمْ بِدَیْنٍ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی فَاكْتُبُوْهُ١ؕ وَ لْیَكْتُبْ بَّیْنَكُمْ كَاتِبٌۢ بِالْعَدْلِ١۪ وَ لَا یَاْبَ كَاتِبٌ اَنْ یَّكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّٰهُ فَلْیَكْتُبْ١ۚ وَ لْیُمْلِلِ الَّذِیْ عَلَیْهِ الْحَقُّ وَ لْیَتَّقِ اللّٰهَ رَبَّهٗ وَ لَا یَبْخَسْ مِنْهُ شَیْـًٔا١ؕ فَاِنْ كَانَ الَّذِیْ عَلَیْهِ الْحَقُّ سَفِیْهًا اَوْ ضَعِیْفًا اَوْ لَا یَسْتَطِیْعُ اَنْ یُّمِلَّ هُوَ فَلْیُمْلِلْ وَلِیُّهٗ بِالْعَدْلِ١ؕ وَ اسْتَشْهِدُوْا شَهِیْدَیْنِ مِنْ رِّجَالِكُمْ١ۚ فَاِنْ لَّمْ یَكُوْنَا رَجُلَیْنِ فَرَجُلٌ وَّ امْرَاَتٰنِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَآءِ اَنْ تَضِلَّ اِحْدٰىهُمَا فَتُذَكِّرَ اِحْدٰىهُمَا الْاُخْرٰی١ؕ وَ لَا یَاْبَ الشُّهَدَآءُ اِذَا مَا دُعُوْا١ؕ وَ لَا تَسْـَٔمُوْۤا اَنْ تَكْتُبُوْهُ صَغِیْرًا اَوْ كَبِیْرًا اِلٰۤی اَجَلِهٖ١ؕ ذٰلِكُمْ اَقْسَطُ عِنْدَ اللّٰهِ وَ اَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَ اَدْنٰۤی اَلَّا تَرْتَابُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِیْرُوْنَهَا بَیْنَكُمْ فَلَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَلَّا تَكْتُبُوْهَا١ؕ وَ اَشْهِدُوْۤا اِذَا تَبَایَعْتُمْ١۪ وَ لَا یُضَآرَّ كَاتِبٌ وَّ لَا شَهِیْدٌ١ؕ۬ وَ اِنْ تَفْعَلُوْا فَاِنَّهٗ فُسُوْقٌۢ بِكُمْ١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ وَ یُعَلِّمُكُمُ اللّٰهُ١ؕ وَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۲۸۲
اے ایماندارو کله چې تاسو خپلو کښې دَ قرض معامله کویٔ تر څهٔ مقرره وخت پورې نو دا لیکئ اؤ پکار ده چې ولیکی تاسو دپاره یو لیکونکے پهٔ انصاف سره اؤ انکار دې نهٔ کوی لیکونکے دَ دې نه۔ چې ولیکی تاسو دپاره څنګه چې ښودلے ده هغهٔ ته الله ، پکار ده چې هغه ولیکی اؤ وائی دې ورته هغه سړے پهٔ چا چې قرض وی ، اؤ ویریږی دې دَ الله نه چې دَ هغهٔ رب دے ، اؤ نهٔ دې کموی دَ هغې نه څهٔ څیز۔ ف۴۵۶ بیا کهٔ هغه سړے پهٔ چا چې قرض دے کم عقل وی یا کمزورے یا هغه خپله لیکونکی ته نهٔ شی وئیلے ، نو ودې وائی ورته دَ هغهٔ مختیار پهٔ انصاف سره ف۴۵۷ اؤ ګواهان ونیسیٔ پهٔ دې باندې دوه ګواهان دَ خپلو سړیو نه ، بیا کهٔ دوه سړی نهٔ وی نو یو سړے اؤ دوه ښځې دَ هغهٔ کسانو نه چې ستاسو خوښ وی پهٔ ګواهانو کښې کهٔ دَ یوې ښځې نه خبره هیره شی چې هغه بله ېٔ ورته یاده کړی، ف۴۵۸ اؤ نکار دې نهٔ کوی ګواهان کله چې راوبللې شی اؤ سستی مهٔ کویٔ پهٔ لیکلو کښې وړه معامله وی کهٔ غټه تر خپل وخته پورې ، پهٔ دې کښې پوره انصاف دے دَ خدائې پهٔ نزد ، اؤ پوره درست ساتل دی ګواهیٔ اؤ زیاته نژدے ده دې ته چې تاسو شک کښې پرې نهٔ وځیٔ ، ف۴۵۹مګر دا کهٔ لاس پهٔ لاس سودا وی چې اخلیٔ اؤ ورکویٔ تاسو خپلو کښې نو پهٔ دې کښې پهٔ تاسو څهٔ ګناه نشته کهٔ لیکل ونهٔ کړیٔ ، اؤ ګواهان نیسیٔ کله چې تاسو سودا کویٔ ، اؤ نقصان دې نهٔ کوی لیکونکے اؤ نهٔ ګواه۔ ف۴۶۰ اؤ کهٔ داسې مو وکړل نو دا غټه دَ ګناه خبره ده ، اؤ ویرېږیٔ دَ الله نه اؤ الله تاسو ته تعلیم درکوی اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبردار دے،
ف۴۵۶: وړومبے دَ صدقې اؤ خیرات فائدې بیان شوې۔ بیا دَ سود حرمت اؤ بدی بیان شوه۔ اوس دَ هغې معاملې ذکر دے چې هغې کښې قرض وی اؤ څهٔ نېټه پکښې ایښوې شوے وی نو داسې معامله خو جائز ده لېکن کهٔ دَ ډېر وخت خبره وی نو کار پوخ پکار دے چې صبا پکښې زړهٔ بداوے نهٔ راځی۔ داسې معامله کښې کاغذ لیکل پکار دی۔ چې دَ معاملې ټول تفصیل اؤ دَ نېټې وخت پکښې صفا صفا لیکلې شوے وی۔ پکار دا ده چې دا اقرار نامه قرضدارے خپله ولیکی اؤ کهٔ خپله نهٔ شی لیکلې نو لیکونکی ته دې پهٔ خپله خلهٔ تفصیل بیان کړی چې هغه دَ دهٔ دَ خلې خبره ولیکی۔ اؤ لیکونکی ته پکار دی چې څنګه معامله وی هم هغسې پهٔ انصاف سره صحیح صحیح ولیکی دَ ځان نه پکښې څهٔ ګړبړ ونهٔ کړی چې نهٔ یو کس ته نقصان ورسی ، نهٔ بل کس ته۔
ف۴۵۷: یعنی کهٔ قرضدارے دومره ساده وی چې دَ معاملې دَ لیکلو پهٔ خبرو هم نهٔ پوهیږی اؤ لیکونکی ته خپله بیان هم نهٔ شی تېرولے یا وړوکے وی یا ډېر کمزورے بوډا وی نو دَ هغهٔ وارث یا مختیار ته پکار دی چې لیکونکی باندې خبره پوره صفا صفا ولیکی اؤ دَ دوؤ کسو ګواهی ورباندې واچوی۔ اؤ کهٔ پهٔ هغه موقع دوه دَ ګواهیٔ قابل عادلان سړی نهٔ وی نو یو سړے اؤ دوه ښځې دې ورباندې ګواهان کړی۔ پهٔ ګواهیٔ کښې دوه ښځې دَ یو سړی برابر دی۔ ګواهان داسې پکار دی چې پوهه اؤ دَ اعتماد قابل وی۔
ف۴۵۸: یعنی ګواهان چې څهٔ وخت ګواهیٔ کښې اچؤلو دپاره یا بیا وروستو دَ شهادت دپاره راوبللے شی نو هغوی ته انکار جائز نهٔ دے۔
ف۴۵۹: یعنی معامله وړه وی کهٔ غټه پهٔ لیکلو اؤ ګواهیٔ اچؤلو کښې ناراستی نهٔ کویٔ ځکه چې انصاف پهٔ دغه طریقه حاصلېدے شی اؤ دَ غلطیٔ یا هېرې پهٔ وجه دَ چا حق ضائع کېدو نه بچ کېدے شی۔
ف۴۶۰: یعنی کهٔ معامله لاس پهٔ لاس دَ تجارت وی۔ دَ جنس پهٔ بدله کښې جنس یا دَ جنس پهٔ بدله کښې نقد رقم ورکؤلے شی۔ کهٔ دَ قرض معامله پکښې نهٔ وی نو لیکل ضروری نهٔ دی خو پهٔ معامله ګواهان نیول دلته هم ضروری دی۔ ځکه چې وروستو پهٔ نرخ یا نوره معامله کښې څهٔ جګړه پېښه شی نو دَ ګواهانو پهٔ ذریعه به فیصله وکړې شی۔ اؤ ګواهان اؤ لیکونکیو ته پکار دی چې مدعی اؤ مدعا علیه کښې یو کس ته هم نقصان ونهٔ رسوی۔ چې کوم حق وی پوره پوره انصاف سره هغه دې څرګند کړی دَ هېچا لحاظ اؤ مخ مروت دې پکښې نهٔ کوی۔
وَ اِنْ كُنْتُمْ عَلٰی سَفَرٍ وَّ لَمْ تَجِدُوْا كَاتِبًا فَرِهٰنٌ مَّقْبُوْضَةٌ١ؕ فَاِنْ اَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْیُؤَدِّ الَّذِی اؤْتُمِنَ اَمَانَتَهٗ وَ لْیَتَّقِ اللّٰهَ رَبَّهٗ١ؕ وَ لَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ١ؕ وَ مَنْ یَّكْتُمْهَا فَاِنَّهٗۤ اٰثِمٌ قَلْبُهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ۠۝۲۸۳
اؤ کهٔ تاسو پهٔ سفر کښې وې اؤ نهٔ مومیٔ لیکونکې نو څهٔ څیز پهٔ قبضه کښې ګاڼه ورکؤل پکار دی ، بیا کهٔ اعتبار وکړی یو پهٔ بل باندې نو پکار ده چې پوره ادا کړی هغه سړے پهٔ چا چې اعتبار شوے دے خپل امانت اؤ ویره دې کوی دَ الله نه چې دَ هغهٔ رب دے۔ اؤ مهٔ پټویٔ ګواهی اؤ څوک چې ګواهی پټوی ، نو بېشکه دَ هغهٔ زړهٔ ګناهګار دے۔ اؤ الله ستاسو پهٔ کارونو ښهٔ خبر دے، ف۵۶۱
ف۴۶۱: یعنی دَ قرض معامله کهٔ پهٔ سفر کښې وی اؤ دغه ځائې کښې دَ رسید لیکلو دپاره لیکونکے نهٔ پیدا کیږی نو دَ قرض پهٔ بدل کښې دې قرضدارے دَ قرض خوا سره څهٔ شے دَ اعتبار دپاره ګاڼه کېږدی۔
فائده: دَ اعتبار دپاره شے کښېښول پهٔ وطن کښې هم جائز دی لکه حدیث شریف نه معلومیږی۔ دلته دَ سفر ذکر ځکه شوے دے چې وطن کښې دَ لیکلو اؤ ګواهانو پیدا کېدل آسان وی۔ پهٔ سفر کښې کله کله نهٔ پیدا کیږی نو دَ ګاڼې دَ حکم بیانؤلو ضرورت وهٔ۔ دا مطلب نهٔ دے چې ګنی پهٔ وطن کښې جائز نهٔ دے اؤ پهٔ سفر کښې جائز دے۔ اؤ کهٔ دَ قرض خوا پهٔ دې قرضداری اعتبار وی اؤ څهٔ شے ترې نهٔ ګاڼه کوی نو خیر دے ، خو قرضداری ته پکار دی چې دَ الله نه ویره وکړی اؤ دغه اعتبار نهٔ خرابوی دَ هغهٔ مال پوره پوره ورسوی۔
لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ اِنْ تُبْدُوْا مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اَوْ تُخْفُوْهُ یُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللّٰهُ١ؕ فَیَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۲۸۴
هم دَ الله دی څهٔ چې آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ، اؤ کهٔ تاسو ښکاره کویٔ څهٔ چې ستاسو پهٔ زړونو کښې دی او کهٔ پټویٔ ییٔ حساب به کوی تاسو سره الله ، بیا معافی به کوی هغه چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ سزا به ورکوی هغه چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ ف۴۶۲
ف۴۶۲: پهٔ دې سورت کښې دَ جانی اؤ مالی عبادتونو اؤ معاملو ډېر احکام بیان شوی دی اؤ دې وجه دې سورت ته سنام القرآن هم وئیلے شی۔ پهٔ دې سورت کښې احکام ډېر بیان شوی دی اؤ پهٔ دې وجه دَ سورت پهٔ آخر کښې دا آیت دَ تاکید اؤ تنبیه دپاره راغلے دے چې څوک پهٔ دې احکامو باندې عمل کؤلو کښې سستی ونهٔ کړی اؤ چې پهٔ دې سورت کښې دَ نکاح ، طلاق ، قصاص ، زکوٰة ، بیع ، سود وغېره کوم احکام بیان شوی دی پهٔ هغې څوک حیلې حوالې ونهٔ کړی اؤ پهٔ چل ول دَ ځان خلاصؤلو کوشش ونهٔ کړی۔ دا ضروری خبره ده چې کام ذات چې زمونږ دَ عبادت حقدار دے هغه دې مالک هم وی اؤ څوک چې زمونږ دَ پټو اؤ څرګندو ټولو کارونو حساب کتاب زمونږ سره کوی هغه دې دَ کامل علم خاوند وی اؤ پهٔ دې ټولو خبرو دې خبر وی اؤ څوک چې پهٔ ټولو عملونو جزا اؤ سزا ورکوی هغه دې دَ کامل قدرت مالک وی۔ پهٔ دې وجه پهٔ دې آیت کښې دَ الله تعالیٰ دې درے صفتونو باندې زور ورکړې شوے دے۔
۱۔ حقیقی مالک کېدل ۔ ۲۔ کامل علم ۳۔ کامل قدرت۔ اؤ هم دَ دغې درے(۳) صفتونو بیان پهٔ آیت الکرسی کښې هم شوے دے۔ مطلب دا دے چې الله تعالیٰ دَ ټول مخلوق حقیقی مالک اؤ خالق دے۔ دَ هغهٔ علم دَ هر څهٔ نه چاپېره اؤ دَ هغهٔ قدرت اؤ اختیار پهٔ هر څهٔ کامل دے نو دَ داسې مالک دَ احکامو پهٔ پټه یا پهٔ څرګنده چې څوک نافرمانی وکړی هغه به خلاصیږی چرته۔
اٰمَنَ الرَّسُوْلُ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مِنْ رَّبِّهٖ وَ الْمُؤْمِنُوْنَ١ؕ كُلٌّ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَ مَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَ كُتُبِهٖ وَ رُسُلِهٖ١۫ لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْ رُّسُلِهٖ١۫ وَ قَالُوْا سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا١٘ۗ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَ اِلَیْكَ الْمَصِیْرُ۝۲۸۵
منلی دی رسولانو هغه څهٔ چې نازل شوی دی پهٔ هغوی دَ خپل رب له طرفه اؤ مسلمانانو هم ، ټولو ایمان راؤړے دے پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ فرښتو اؤ دَ هغهٔ پهٔ کتابونو اؤ پهٔ پېغمبرانو وائی چې مونږ فرق نهٔ کوؤ پهٔ رسولانو کښې دَ هېچا اؤ وېٔ وئیل چې مونږ واؤرېدو اؤ قبول مو کړو اے ربه زمونږ ستا بخښنه پکار ده اؤ هم ستا طرف ته واپس کېدل دی ، ف۴۶۳
ف۴۶۳: دَ وړومبنی آیت نه داسې معلومېده چې دَ زړهٔ پهٔ خیال باندې هم بنده نیؤلے شی نو اصحابؓ ډېر پریشان شو چې دَ بنده زړهٔ کښې خیال خو هر څنګه راځی دَ دې نه به ځان څنګه خلاصوؤ۔ دَ حضورﷺ سره ېٔ دَ پریشانیٔ ذکر وکړو۔ نو هغوی ورته وفرمائیل تاسو وایئ سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا (اے ربا مونږ ستا حکم واؤرېدو اؤ مونږ ومنلو) نوره پریشانی مهٔ کویٔ۔ اصحابوؓ دغسې وفرمائیل اؤ بیا دا دعا پهٔ جمع بې اختیاره دَ هغوی پهٔ خلهٔ راغله ” اے الله مونږ ستا حکم ومنلو اؤ تابعدار یو خو کهٔ پهٔ هېره یا خطا رانه څهٔ غلطی وشی نو تهٔ راته دَ هغې معافی وکړې اؤ دَ نورو قومونو غوندې سختی راسره ونهٔ کړې۔
دَ الله تعالیٰ دَ هغوی دا طرز خوښ شو اؤ بیا دا آیتونه نازل شول اول آیت اٰمَنَ الرَّسُوْلُ کښې الله تعالیٰ دَ رسول اکرمﷺ اؤ دَ اصحابوؓ دَ مضبوط ایمان صفت بیان کړے دے چې دَ هغوی زړونه نور هم مضبوط شی اؤ کهٔ څهٔ شک ېٔ پهٔ زړهٔ کښې وی چې هغه لرې شی۔ پهٔ دویٔم آیت کښې لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا کښې فرمائی چې زهٔ چا ته دَ طاقت نه زیات تکلیف نهٔ ورکوم۔ نو اوس کهٔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې دَ ګناه څهٔ خیال بې اختیاره راشی اؤ دَ هغې دَ کؤلو اراده ېٔ نهٔ وی عمل پرې ونهٔ کړی۔ یا ترېنه پهٔ هېره یا پهٔ خطا څهٔ ګناه وشی۔ اؤ کوم کارونه چې بنده پهٔ خپل اختیار ، نیت اؤ اراده نهٔ وی کړی پهٔ هغې به نهٔ شی نیوے۔ پهٔ وړومبنی آیت کښې چې دَ هغوی زړونو ته بې اختیاره څهٔ تکلیف رسېدلے وهٔ اؤ پهٔ زړونو کښې ېٔ څهٔ شک پیدا شوے وهٔ ، دې آیت سره هغه هم ختم شو اؤ هغوی ته پوره تسلّی ورکړې شوه۔
فائده: دَ رسولانو پهٔ مینځ کښې فرق نهٔ کوؤ یعنی دَ یهودو پهٔ شان نهٔ یو چې پهٔ ځنې پېغمبرانو ییٔ ایمان راؤړو اؤ پهٔ ځنو نه۔
لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا١ؕ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَ عَلَیْهَا مَا اكْتَسَبَتْ١ؕ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَاۤ اِنْ نَّسِیْنَاۤ اَوْ اَخْطَاْنَا١ۚ رَبَّنَا وَ لَا تَحْمِلْ عَلَیْنَاۤ اِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهٗ عَلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِنَا١ۚ رَبَّنَا وَ لَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهٖ١ۚ وَ اعْفُ عَنَّا١ٙ وَ اغْفِرْ لَنَا١ٙ وَ ارْحَمْنَا١ٙ اَنْتَ مَوْلٰىنَا فَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ۠۝۲۸۶
الله تکلیف نهٔ ورکوی هېچا ته مګر دَ هغهٔ دَ طاقت پهٔ برابریٔ ، دَ هغهٔ دپاره دی څهٔ چې هغهٔ ګټلی دی اؤ هم پهٔ هغهٔ دی کارونه چې ېٔ کړی دی ، اے زمونږه ربه ، مونږ مه نیسه کهٔ زمونږ نه هېر شی یا مونږ خطا شو ، اے زمونږه ربه ، مهٔ کېږده پهٔ مونږه باندې درودند پېټے ، لکه څنګه چې دې کېښودے ووهٔزمونږ نه مخکښې خلقو باندې۔ اے زمونږه ربه مهٔ پورته کوه پهٔ مونږه دومره پېټے چې مونږ ېٔ طاقت نهٔ لرو ، اؤ مونږ معاف کړه ، مونږ وبخښه ، اؤ پهٔ مونږ رحم وکړه ، هم تهٔ زمونږه رب ېٔ ، دَ کافر قوم پهٔ مقابله کښې زمونږ مدد وکړه۔ف۴۶۴
ف۴۶۴: پهٔ اول آیت کښې اصحاب پریشان شوی وو دَ هغوی دَ تسلیٔ دپاره دوه آیتونه اٰمَنَ الرَّسُوْلُ اؤ لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نازل شو۔ بیا دَ ذیاتی اطمینان دپاره دَ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَاۤ نه تر آخره دا دعاګانې وښئیلے شوې۔ دَ دې نه پس دَ هېڅ قسم تکلیف اؤ سختیٔ څهٔ خطره پاتې نهٔ شوه۔ ځکه چې دَ دې دعاګانو مطلب دا دے چې تهٔ زمونږ مالک ېٔ تا ته حق دے هر څنګه حکم چې مونږ ته کوے مونږ پهٔ سر سترګو منلې دے۔ خو اے ربه مونږ کمزوری یو۔ تهٔ پهٔ خپل رحم اؤ کرم مونږ ته داسې سخت حکمونه مهٔ راستوه چې هغه مونږ نهٔ شو پوره کؤلے۔ اؤ دَ مخکښینیو قومونو پهٔ شان سختی راسره مهٔ کوه۔ خطا اؤ هېر راته معاف کړه۔ سره دَ دې سهولتونو کهٔ بیا هم زمونږ نه څهٔ غلطی وشی هغه راته معاف کړه۔ اؤ پهٔ مونږ رحم اؤ کرم وکړه (حدیث شریف کښې راځی چې دا دعاګانې قبولې شوې اوس به دَ دې امت سره دَ خطا اؤ هېرې حساب نهٔ کیږی) اؤ چې دا هر څهٔ وشی ستا دَ رحم و کرم پهٔ برکت نو دومره احسان نور هم وکړه چې پهٔ کافرو باندې غلبه راکړه ګنی دَ دین پهٔ کارونو کښې به بیا هغه شان مشکلات پیدا شی دَ کومو نه چې ډېر پهٔ تکلیف خلاص شوی یو۔ یعنی کهٔ کافر غالب شو نو هغوی به بیا دَ دین کارونو کښې بندېز پیدا کوی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ اٰلِ عِمۡرٰن مَدَنِیَّةٌ وَّ هِیَ مِائَتَا آیَۃٍ وَّ عِشۡرُوۡنَ رُکُوۡعًا
سورة اٰل عمران مدینه کښې نازل شوے دے دې کښې دوه سوه آیتونه اؤ شل(۲۰) رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې ډېر مهربانه بې حده رحم واله دے۔
الٓمَّٓۙ۝۱
الف۔ لام ۔ میم .
اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۙ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُؕ۝۲
الله نشته بل معبود مګر بې دَ هغهٔ نه ژوندے دے دَ ټولو ټینګؤنکے۔ ف۱
ف۱: دَ نجران دَ عیسایانو دَ شپېتو (۶۰) کسو یوه درنه جرګه دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضره شوه۔ پهٔ دې جرګه کښې درے کسان ډېر مشهور وو۔ (۱) عبدالمسیح عاقب پهٔ مالداریٔ اؤ سرداریٔ کښې مشهور وهٔ اؤ (۲) ایهم السید هوښیاریٔ، رائې اؤ تدبّر کښې مشهور وهٔ اؤ (۳) ابو حارثه بن علقمه دَ مذهبی عالم اؤ لاډ پادری پهٔ حیثیت دَ شهرت خاوند وهٔ۔ دې پهٔ اصل کښې عرب وهٔ اؤ دَ مشهورې قبیلې بنی بکر بن وائل سره ېٔ تعلق لرلو۔ خو بیا پوخ عیسائی شو۔ دَ روم عیسائی بادشاهانو دَ هغهٔ دَ علم اؤ بزرګیٔ ډېر قدر کؤلو۔ اؤ دَ ډېرو انعاماتو نه علاوه ېٔ هغهٔ ته دَ مشر پادری درجه ورکړے وه۔ اؤ ډېرې ګرجې دَ هغهٔ ماتحت وې۔ دا جرګه ډېر پهٔ جوش و خروش راغلے وهٔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ سره ېٔ پهٔ اختلافی مسئلو کښې مذهبی بحث غرض وهٔ۔ دا قصه پهٔ تفصیل سره دَ ابنؔ اسحاق پهٔ تاریخ کښې ذکر ده۔ دَ سورت اٰعِمران تقریباً اتیا (۸۰) آیتونه پهٔ دې حق کښې نازل شوی دی۔ دَ عیسایانو وړومبنیٔ بنیادی عقیده دا وه چې عیسٰیؑ الله یا دَ الله ځوئے یا پهٔ درے خدایانو کښې یو خدائې دے۔ دَ دې سورت پهٔ وړومبنی آیت کښې دَ توحیدِ خالص دَ تعلیم سره دَ الله تعالیٰ دوه صفتونه حَیُّ وقَیُّوْمُ ذکر شوی دی۔ پهٔ دې باندې دَ عیسایانو دعوه بالکل باطله کیږی۔ چنانچې رسول اکرمﷺ دَ بحث پهٔ وخت هغهٔ ته ووې آیا تهٔ پهٔ دې نهٔ پوهېږے چې الله تعالیٰ هغه ذات دے چې همېشه ژوندے دے۔ چرې هم ورباندې فنا نهٔ شی راتلے۔ هم هغه تمام مخلوق ته وجود ورکړے دے اؤ دَ مخلوق دَ بقا سامان ېٔ پیدا کړے دے۔ دغسې ېٔ پهٔ خپل کامل قدرت ټوله دنیا ټینګه کړے ده اؤ پالنه ېٔ کوی۔ اؤ څوک چې خپله فنا کېدونکے اؤ ختمېدونکے وی هغه به باقی دنیا څنګه ټینګه کړی۔ برخلاف دَ دې عیسٰیؑ باندې یقیناً مرګ راتلونکے دے اؤ دا څرګنده خبره ده چې څوک خپل ځان باقی نهٔ شی ساتلے هغه به نور مخلوق څنګه وساتی۔ عیسائی عالم اقرار وکړو چې بېشکه دا صحیح ده۔ حضور اکرمﷺ فرمائیلی وو۔ اِنَّ عِیۡسٰی یَاۡتِیۡ عَلَیۡهِ الۡمَوۡتُ (پهٔ عیسٰیؑ به مرګ راځی) دا ېٔ نهٔ وو فرمائیلی چې عیسٰیؑ مړ دے۔ ځکه چې دَ قرآن تعلیم دا دے چې عیسٰیؑ ته پانسی نهٔ ده ورکړې شوے۔ هغه الله تعالیٰ ژوندے آسمان ته پورته کړے دے۔ بیا به دنیا ته راځی اؤ بیا به وفات کیږی۔ نو اګرچې دَ عیسایانو عقیده دا وه چې عیسٰیؑ وفات شوے دے اؤ پانسی ورکړې شوے ده لېکن پهٔ دې وخت هغه عیسائی عالم دا بحث ونهٔ چېړلو۔ ځکه کهٔ وئیلی ېٔ وې چې هغه خو مړ دے نو بیا دَ حضور اکرمﷺ دَ دلیل مطابق نور هم ملامته کېدو ………
اؤ کېدے شی چې دَ دې عیسایانو عقیده هم دَ مسلمانانو پهٔ شان وه چې عیسٰی علیه السّلام پانسی شوے نهٔ دے۔ حافظ ابن تیمیه لیکلی دی چې دَ شام اؤ مصر عیسایانو تر ډېرې مودې دا عقیده وه چې عیسٰی علیه السّلام پانسی شوے نهٔ دے۔ وروستو بیا پولوس نومی پادری دا عقیده ډېره خوره کړه چې هغه پانسی شوے دے اؤ بیا دَ یورپ نه دا عقیده دَ مصر اؤ شام عیسایانو کښې هم خوره شوه۔ بهر حال حضور اکرمﷺ دَ بحث پهٔ موقع هم دَ عیسٰی علیه السّلام دپاره دَ مرګ لفظ استعمال نهٔ کړو ( سره دَ دې چې کهٔ داسې ېٔ فرمائیلې وې چې هغه خو مړ دے نو عیسائی عالم به ښهٔ پړ شوے وهٔ)
نَزَّلَ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَ اَنْزَلَ التَّوْرٰىةَ وَ الْاِنْجِیْلَۙ۝۳
نازل ېٔ کړو پهٔ تا باندې کتاب رښتونے۔ ف۲ تصدیق کوی دَ مخکښینیو کتابونو اؤ نازل ېٔ کړو تورات اؤ انجیل ،
ف۲: یعنی قرآن کریم چې عین دَ حکمت مطابق بالکل پهٔ صحیح وخت دَ رښتیا اؤ انصاف نه ډک نازل شو۔
مِنْ قَبْلُ هُدًی لِّلنَّاسِ وَ اَنْزَلَ الْفُرْقَانَ١ؕ۬ اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ١ؕ وَ اللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ۝۴
دَ دې نه مخکښې دَ خلقو دَ هدایت دپاره ف۳ اؤ نازلې ېٔ کړې فیصلې ف۴ بېشکه څوک چې منکر شو دَ الله دَ آیتونو نه دَ هغو دپاره سخت عذاب دے ، اؤ الله تعالیٰ زبردست دے بدله اخستونکے، ف۵
ف۳: قرآن کریم دَ مخکښینیو آسمانی کتابونو تصدیق کوی اؤ توریٰت اؤ انجیل دَ مخکښې نه خلقو ته پهٔ قرآن کریم اؤ محمّدﷺ باندې دَ ایمان راؤړو هدایت کؤلو اؤ پهٔ خپل وخت ېٔ خلقو ته مناسب احکام اؤ هدایات ورکؤل۔ پهٔ دې کښې دې طرف ته اشاره ده چې تاسو چې دَ عیسٰیؑ دَ خدایئ یا دَ الله دَ ځوی کېدو دعوه کویٔ ، دا پهٔ یو آسمانی کتاب کښې هم نشته ځکه چې دَ دین اصول دَ ټولو آسمانی کتابونو یو دی۔ پهٔ ټولو آسمانی کتابونو کښې دَ توحید تعلیم ورکړې شوے دے دَ مشرکانه عقیدو تعلیم پهٔ یو کښې هم نشته۔
ف۴: یعنی دَ هرې زمانې مناسب ېٔ داسې احکام نازل کړی دی چې دَ حق اؤ باطل۔ حلال و حرام۔ رښتیا اؤ دروغو مینځ کښې فیصله کوی۔ پهٔ دې کښې قرآن شریف ، نور آسمانی کتابونه اؤ معجزې اؤ دَ رسولانو راتلل ټول شامل دی۔ پهٔ دې کښې دې طرف ته هم اشاره ده چې دَ یهودو اؤ عیسایانو ترمینځه چې کومې خبرې اختلافی راتلې۔ دَ دې فیصله هم قرآن کریم وکړه۔
ف۵: یعنی ډېر زبردست اؤ بدله اخستونکے دے۔ مجرمان بې سزا نهٔ پرېږدی اؤ نهٔ څوک دَ هغهٔ دَ سزا نه پهٔ څهٔ طریقه بچ کېدے شی۔ پهٔ دې کښې دې طرف ته هم اشاره ده چې دَ عیسٰیؑ دَ خدایئ دعوه غلطه ده۔ ځکه داسې کلی اختیار اؤ طاقت کوم چې دَ الله بیان شو دا دَ عیسٰیؑ چرته وهٔ۔ بلکې دَ عیسایانو پهٔ عقیده ، عیسٰیؑ خو بل چا ته سزا څهٔ چې خپل ځان ېٔ هم دَ پانسۍ دَ سزا نه بچ نهٔ کړې شو چې بنیادم ورته سزا ورکړه۔ هغه څنګه الله یا دَ الله ځوې وهٔ۔ ځوے خو هغه وی چې دَ پلار پهٔ شان وی۔ نو یو عاجزه بنده ته الله یا دَ الله ځوے وئیل غټه بې وقوفی ده۔
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَخْفٰی عَلَیْهِ شَیْءٌ فِی الْاَرْضِ وَ لَا فِی السَّمَآءِؕ۝۵
بې شکه دَ الله نه پټ نهٔ دے هېڅ څیز پهٔ زمکه کښې اؤ نهٔ پهٔ آسمان کښې، ف۶
ف۶: یعنی څنګه چې الله تعالیٰ دَ کامل قدرت اؤ اختیار مالک دے دغسې دَ هغهٔ علم هم کامل اؤ پهٔ هر څهٔ محیط دے۔ پهٔ دنیا کښې دَ وړوکی نه وړوکے شے یو سیکنډ دپاره هم دَ هغهٔ دَ علم نه غائب کېدے نهٔ شی۔ دَ ټولو نېکانو اؤ مجرمانو عملونه هغهٔ ته معلوم دی اؤ کله چې سزا ورکوی هېڅوک دَ هغهٔ دَ طاقت اؤ قدرت نه خلاصېدې نهٔ شی۔ پهٔ دې کښې هم اشاره ده چې دَ خداییٔ دپاره دَ کامل قدرت اؤ کامل علم ضرورت دے۔ اؤ دا تاسو هم منیٔ چې عیسٰیؑ ته دا څیزونه نهٔ وو حاصل۔ عیسٰیؑ ته به صرف دَ هغه څیزونو علم وهٔ کوم چې هغهٔ ته الله تعالیٰ ورکؤلو۔ عیسایان هم دا منی اؤ پهٔ موجوده انجیلونو کښې هم شته۔
هُوَ الَّذِیْ یُصَوِّرُكُمْ فِی الْاَرْحَامِ كَیْفَ یَشَآءُ١ؕ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۶
هم هغه ستاسو نقشه جوړوی دَ مور پهٔ ګېډه کښې څنګه چې ېٔ خوښه وی نشته بل معبود سِوا دَ هغهٔ نه زبردست دے دَ حکمت خاوند ، ف۷
ف۷: یعنی دَ علم اؤ حکمت مطابق پهٔ خپل کمالِ قدرت سره څنګه چې ېٔ خوښه وی۔ دَ مور پهٔ ګېډه کښې دَ بچی نقشه جوړه کړی۔ نر وی کهٔ ښځه۔ ښائسته وی کهٔ بدرنګه څنګه چې ېٔ خوښه وی هغه شان ېٔ پیدا کړی۔ دَ اوبو یو څاڅکے دَ الله پهٔ قدرت څومره شکلونه بدل کړی اؤ بنیادم ترېنه جوړ شی۔ عیسایانو به دا وې چې هر کله دَ عیسٰیؑ پلار نهٔ وهٔ نو مونږ ورته بې دَ الله نه دَ بل چا ځوے ووایو پهٔ دې آیت کښې دَ هغوی دَ دې سوال جواب دے ” یُصَوِّرُكُمْ فِی الْاَرْحَامِ كَیْفَ یَشَآءُ“۔ هغه دَ کامل قدرت اؤ اختیار مالک دَ مور پهٔ ګېډه کښې بچی پیدا کوی څنګه چې دَ هغهٔ خوښه وی۔ کهٔ دَ مور پلار دواړو یو ځاېٔ کېدو پهٔ ذریعه وی۔ اؤ کهٔ یوازے دَ مور دَ تخلیقی طاقت پهٔ ذریعه وی۔ بیا ورپسې فرمائی ” وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُاؤ هغه دَ زبردست طاقت مالک دے اؤ دَ لوېٔ حکمت خاوند دے چې څهٔ غواړی هغه کؤلے شی۔ آدم علیه السّلام ېٔ دَ مور پلار نه بغېر۔ اؤ حوا بی بی ېٔ بغېر دَ مور نه اؤ عیسٰیؑ ېٔ بغېر دَ پلار نه پیدا کړو۔ دَ هغهٔ دَ طاقت اؤ حکمت اندازه څوک لګؤلے شی۔
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ مِنْهُ اٰیٰتٌ مُّحْكَمٰتٌ هُنَّ اُمُّ الْكِتٰبِ وَ اُخَرُ مُتَشٰبِهٰتٌ١ؕ فَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ زَیْغٌ فَیَتَّبِعُوْنَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَآءَ الْفِتْنَةِ وَ ابْتِغَآءَ تَاْوِیْلِهٖ١ؐۚ وَ مَا یَعْلَمُ تَاْوِیْلَهٗۤ اِلَّا اللّٰهُ١ؔۘ وَ الرّٰسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ یَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِهٖ١ۙ كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ رَبِّنَا١ۚ وَ مَا یَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الْاَلْبَابِ۝۷
هم هغه دے چې نازل ېٔ کړو پهٔ تا باندې کتاب پهٔ هغې کښې ځنی آیتونه محکم دی (چې معنٰی ېٔ ښکاره ده) هم دغه دے کتاب بنیادی اؤ ځنې نور متشابھ (چې معنٰی ېٔ معلومه نهٔ ده) نو دَ چا پهٔ زړونو کښې چې کوږوالے دے ، هغوی تابعداری کوی دَ متشابهاتو، دَ ګمراهیٔ خورؤلو پهٔ غرض اؤ دَ مطلب معلومؤلو پهٔ سبب ، اؤ دَ دغه آیتونو پهٔ مطلب هېڅوک نهٔ پوهیږی بې دَ الله نه ، اؤ دَ پوخ علم خاوندان وائی ، مونږ پهٔ دې ایمان راؤړے دے ، دا ټول زمونږ رب نازل کړی دی ، اؤ نصیحت نهٔ قبلوی مګر دَ عقل خاوندان ف۸
ف۸: دَ عیسایانو جرګه چې پهٔ دلیلونو ، پهٔ بحث کښې کمزورې شوه نو حضور اکرمﷺ ته ېٔ ووېٔ تهٔ حضرت عیسٰیؑ ”کلمة الله“ اؤ ”روح الله“ منې پس زمونږ دپاره دغه هومره خبره پوره ده۔ دَ دې خبرې پوره پوره جواب یو عامه اصولی قاعده باندې ورکړې شوے دے چې پهٔ دې دَ پوهېدو نه پس پهٔ زرګونو اختلافات خپله ختمیږی۔ هغه قاعده دا ده چې قرآن کریم بلکې ټولو آسمانی کتابونو کښې دوه قسمه آیتونه دی یو خو هغه چې دَ هغې معنٰی معلومه اؤ متعینه ده دَ بلې معنٰی څهٔ ګنجائش پکښې نشته یا پهٔ دې وجه چې دَ هغې الفاظو لغوی معنٰی اؤ ترکیب داسې دے چې دَ بلې معنٰی ګنجائش پکښې نشته یا پهٔ دې طریقه چې اګرچې الفاظو کښې دَ لغوی معنې پهٔ لحاظ دَ بلې معنٰی ګنجائش وی لېکن دَ شارع علیه السّلام پهٔ صفا وېنا یا دَ مذهب دَ عام منلی شویو اصولو یا دَ امت دَ اجماع پهٔ رڼا کښې دَ هغې یوه معنٰی قطعی متعین شوے وی پهٔ دې وجه پکښې دَ بلې معنٰی ګنجائش نهٔ وی۔ دویم قسم آیتونه هغه دی چې دَ هغې پهٔ معنٰی ګڼې معنٰی ګانې کېدے شی اؤ یوه خاصه معنٰی پکښې قطعی متعینه شوے نهٔ وی۔ اول قسم آیتونه ”محکمات“ اؤ دویم قسم ته ”متشابهات“ وئیلی شی۔ دَ دې طریقه دا ده چې دَ متشابهاتو معنٰی متعین کؤلو کښې محکماتو ته رجوع کیږی۔ نو کومه معنٰی چې دَ محکماتو خلاف وی هغه متروک وی اؤ کومه معنٰی چې دَ محکماتو سره موافق وی هغه اخستے شی لېکن کهٔ سره دَ کوشش نه هم دَ متشابهاتو داسې معنٰی متعین نهٔ کړې شوه چې هغه دَ محکماتو سره موافق وی نو بیا دَ ځان نه ېٔ یوه معنٰی جوړؤل ښهٔ نهٔ وی۔ الله ته ېٔ سپارل پکار دی۔ زمونږ علم اؤ عقل ډېر کمزورې دے۔ څنګه چې پهٔ دنیا کښې نور پهٔ زرګونو څیزونه زمونږ دَ علم اؤ طاقت نه بهر وی دا دې هم دَ هغې سره ملګری شی خو دَ داسې معناګانو نه ځان ساتل ضروری دی۔ کومې چې دَ محکماتو اؤ دَ مذهب دَ عامو اصولو خلاف وی۔ مثلًا قرآن کریم کښې دَ عیسٰیؑ متعلق صفا وئیلی شوی دی ”اِنۡ ھُوَ اِلَّا عَبۡدٌ اَنۡعَمۡنَا عَلَیۡهِ“۔ ”هغه نهٔ دے مګر یو بنده چې مونږ ورباندې احسان کړے دے۔“ یا دا چې ”اِنَّ مَثَلَ عِیۡسٰی عِنۡدَاللہِ کَمَثَلِ اٰدَمَ خَلَقَهٗ مِنۡ تُرَابٍ۔ ”دَ عیسٰی علیه السّلام مثال (بې پلاره پیدا کېدو کښې ) داسې دے لکه آدم علیه السّلام چې (مونږ بې پلاره) دَ خاورو نه پیدا کړو۔“ ”ذٰلِكَ عِیۡسٰی بۡنُ مَرۡیَم قَوۡلَ الۡحَقِّ الَّذِیۡ فِیۡهِ یَمۡتَرُوۡنَ۔ مَا کَانَ لِلہِ اَن یَّتَّخِذَ وَلَدًا سُبۡحٰنَهٗ۔ (دا عیسٰی بن مریم دے هم دغه رښتونے خبره ده چې دوی پکښې شک کوی۔ الله تعالیٰ سره نهٔ ښائی چې اولاد ونیسی هغه دَ دې خبرو نه پاک دے) دَ دې آیتونو نه صفا معلومیږی چې عیسٰیؑ دَ الله بنده وهٔ۔ دَ الله ځوے یا خپله الله نهٔ وهٔ اوس دَ دې څرګندو آیتونو پهٔ موجودګیٔ کښې کهٔ څوک دَ کَلِمَةٌ اَلۡقَاھَا اِلٰی مَرۡیَمَ وَ رُوۡحٌ مِّنۡهُ غوندې متشابهاتو آیتونو داسې معنٰی وکړی چې هغه دَ مخکښینیو څرګندو محکماتو آیتونو خلاف وی نو دا هسې ضد اؤ شیطانی کار دے۔ ډېر سخت زړی کسان دَ متشابهاتو داسې معناګانې دَ ځان نه جوړوی چې دَ کمزورے عقیدې خلق ورباندې ګمراه شی۔ حالانکې دَ دې متشابهاتو آیتونو صحیح معنٰی صرف الله تعالیٰ ته معلومه ده۔ دَ کامل علم کسان هم دغه یقین لری چې له دې نه چې دَ الله تعالیٰ هر څهٔ مراد وی هغه حق دے اؤ زمونږ پرې ایمان دے۔ پهٔ اصل کښې محکمات اؤ متشابهات آیتونه دواړه دَالله تعالیٰ دَ طرف نه دی اؤ دا ناممکنه ده چې دَ الله تعالیٰ پهٔ کلام کښې دې تضاد وی۔ (یعنی دَ یو بل مخالفې معنٰی دې وی)
رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ هَدَیْتَنَا وَ هَبْ لَنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ۝۸
اے زمونږه ربه ، زمونږ زړونه مهٔ ګرځوه پس دَ دې نه چې تا مونږ ته هدایت وکړو اؤ عنایت کړه مونږ ته دَ خپل طرف نه رحمت ، هم تهٔ هر څهٔ ورکؤنکے ېٔ ف۹
ف۹: یعنی دَ پوخ علم خاوندان پهٔ خپل علم غاوره کیږی نه بلکې هر وخت دَ الله تعالیٰ نه دَ نور علم اؤ فضل اؤ نورې مهربانیٔ طلبګار وی چې دا ګټلې سرمایه ېٔ برباده نهٔ شی۔ اؤ الله مهٔ کهٔ دَ علم نه پس بیا پهٔ ګمراهیٔ اؤ کج رویٔ کښې مبتلا نهٔ شی۔ حدیث شریف دے چې رسول اکرمﷺ دَ امت دَ تعلیم (ښودنے) دپاره همېشه دا دعا کؤله : یَا مُقَّلِّبَ الۡقُلُوۡبِ ثَبِّتۡ قَلۡبِیۡ عَلٰی دِیۡنِكَ۔ (اے دَ زړونو بدلونکیه زما زړهٔ ستا پهٔ دین قائم وساتې)۔
هر مسلمان ته دَ الله نه دا درخواست پکار دے چې پهٔ دین استقامت ېٔ نصیب شی۔
رَبَّنَاۤ اِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِیَوْمٍ لَّا رَیْبَ فِیْهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُخْلِفُ الْمِیْعَادَ۠۝۹
اے زمونږه ربه ، تهٔ جمع کؤنکے ېٔ دَ خلقو یوه ورځ چې پهٔ هغې کښې څهٔ شک نشته ، بې شکه الله خلاف نهٔ کوی۔ ف۱۰ دَ خپلې وعدې۔
ف۱۰: دغه ورځ به یقینی راځی۔ ټول مخلوق به دَ الله پهٔ دربار کښې جمع کیږی اؤ پهٔ دغه ورځ به دَ ټولو اختلافی خبرو فیصله وشی۔ مجرمانو اؤ ګمراهانو ته به سزا ورکړې شی۔ دَ دغې ورځې دَ ویرې مونږ ستا دَ رحم اؤ استقامت طلبګار یو اؤ دَ بدنیتو اؤ دَ نفس دَ خواهشاتو تابعداری کؤنکیو نه بېزار یو۔ یا الله تهٔ پهٔ مونږ رحم وکړې اؤ استقامت مو نصیب کړې۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَ لَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمْ وَ قُوْدُ النَّارِۙ۝۱۰
بې شکه څوک چې کافران دی هرګز به پکار نهٔ راځی دَ هغوی خپل مالونه اؤ نهٔ خپل اولاد دَ الله پهٔ مخکښې هېڅ څیز ، اؤ هم دغه خلق دَ دوزخ خشاک دے۔ ف۱۱
ف۱۱: دَ قیامت ذکر چې راغلو نو دَ کافرو انجام هم وښودلے شو چې هېڅ یو طاقت دا کافران پهٔ دنیا کښې هم اؤ پهٔ آخرت کښې هم دَ الله دَ عذاب نه بچ کؤلے نهٔ شی څنګه چې پهٔ شروع کښې لیکلی شوی دی۔ دې آیتونو کښې دَ نجران دَ جرګې عیسایانو ته خطاب دے۔ امام رازیؒ لیکلی دی دَ محمّد بن اسحاق دَ سیرت نه نقل دے چې دَ نجران جرګه چې مدینې منورې ته روانه شوه نو دَ جرګې مشر پادری ابو حارثه بن علقمه پهٔ قچره سور وهٔ۔ پهٔ لاره کښې قچرې ټکره وخوره نو دَ ابو حارثه ورور کرز بن علقمه دَ خلې نه دا ښېره ووته تَعِسَ الۡاَبۡعَدُ (دا ابعد دې تباه شی) دَ ابعد نه ېٔ مطلب نعوذ بالله محمّدﷺ وهٔ۔ نو ابو حارثه دَ هغې جواب کښې ووېٔ تَعِسَتۡ اُمُّكَ (ستا مور دې تباه شی) کرز دَ هغهٔ پهٔ دې جواب ډېر حیران شو۔ دَ ورور نه ېٔ تپوس وکړو چې دا ولې۔ هغهٔ ورته ووېٔ ولله ماته ښهٔ پته ده چې محمّدﷺ هم هغه نبی منتظر دے دَ کوم ذکر چې پهٔ تورات اؤ انجیل کښې راغلے دے۔ هغهٔ ورته ووېٔ نو بیا ایمان پرې ولې نهٔ راؤړې۔ هغهٔ ورته پهٔ جواب کښې وائی ”دې عیسائی بادشاهانو مونږ ته ډېر مالونه راکړی دی ، زمونږ ېٔ ډېر قدر و عزت کړے دے اؤ لوئے مرتبې ېٔ راکړے دی کهٔ پهٔ محمّدﷺ مو ایمان راؤړو نو دا هر څهٔ به رانه واپس واخلی۔“ اؤ آخر کار هم دغه خبرې دَ کرز بن علقمهؓ دَ ایمان راؤړو سبب وګرځېدے۔ هغه مسلمان شو۔ اؤ دَ ابو حارثه پهٔ قسمت کښې ایمان نهٔ وهٔ دغسې پاتې شو۔ پهٔ دې آیت کښې هم دې خبرو ته اشاره ده چې څوک دَ دنیا مال و دولت پهٔ خاطر ایمان نهٔ راؤړی۔ هغه دې پوهه شی چې دا مال دولت ېٔ هلته هېڅ پکار نهٔ راځی۔ نهٔ ېٔ پهٔ دنیا کښې دَ الله تعالیٰ دَ عذاب نه خلاصؤلے شی اؤ نهٔ ېٔ آخرت کښې څهٔ پهٔ ښه راتلے شی۔ دا مضمون تر لرې دغسې چلېدلے دے اؤ دَ عیسایانو سره پکښې مشرکان اؤ یهودیان هم شامل شوی دی۔ اګر چې اصل خطاب دَ نجران جرګې ته وهٔ۔
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ١ۙ وَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا١ۚ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۱۱
پهٔ طریقه دَ فرعون دَ قوم اؤ دَ هغوی نه مخکښې خلقو ، دروغ ووېٔ زمونږه آیتونو ته بیا ونیؤل هغوی الله دَ هغوی دَ ګناهونو پهٔ وجه اؤ دَ الله تعالیٰ عذاب ډېر سخت دے۔ ف۱۲
ف۱۲: دَ الله تعالیٰ عذاب سخت دے۔ دَ چا پهٔ ایسارؤلو نهٔ ایساریږی۔ نو څنګه چې دَ فرعون قوم عذاب کښې ګېر شوے وهٔ دغسې تاسو هم راګېرېدے شیٔ۔ دَ خلاصی مخه مو نشته۔
قُلْ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَتُغْلَبُوْنَ وَ تُحْشَرُوْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ١ؕ وَ بِئْسَ الْمِهَادُ۝۱۲
ووایه هغه کسانو ته چې کافران شول اوس به تاسو مغلوب کېږیٔ اؤ شړلی به شیٔ دوزخ طرف ته۔ اؤ څهٔ ناکاره ځائې دے دا۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی وخت را نژدے شوے دے چې کافران عیسایان وی ، کهٔ یهودیان اؤ کهٔ مشرکان ټول به دَ اسلام دَ خدائی لښکر ترمینځه مغلوب کیږی۔ شکست به خوری۔ دا خو دَ دنیا ذلّت شو اؤ پهٔ آخرت کښې ورته جهنم تیار دے۔ ځنی روایاتو کښې راغلی دی چې حضور اکرمﷺ دَ بدر دَ غزا نه واپس شو نو یهودو ته ېٔ وفرمائیل تاسو ایمان راؤړیٔ ګنی دغسې حال به مو وی لکه دَ قرېشو چې شو۔ نو هغوی ورته پهٔ جواب کښې ووېٔ چې دَ قرېشو یو څو ناتجربه کارو ځوانانو ته دې شکست ورکړو پهٔ دې غاوره کېږه مه۔ کهٔ مونږ سره دې مقابله راغله نو پهٔ پته به پوهه شې۔ مونږ تجربه کار جنجو بهادر قوم یو۔ مونږ ته شکست نهٔ شې راکؤلے۔ پهٔ دې باندې دا آیتونه نازل شو۔
ځنی روایاتو کښې راځی چې دَ بدر دَ غزا نه پس دَ یهودو ځنی کسان ایمان راؤړو ته تیار شوی وو خو نورو منع کړل چې صبر وکړیٔ اؤ تماشه کویٔ چې مخکښې څهٔ کیږی۔ آخری فتح دَ قرېشو کیږی کهٔ دَ مسلمانانو۔ بیا پهٔ بل کال دَ اُحد پهٔ غزا کښې دَ مسلمانانو پهٔ عارضی شکست دَ یهودیانو حوصلې دومره اوچتې شوې چې دَ مسلمانانو سره جنګ ته تیار شو۔ کعب بن اشرف دَ شپېتو سورو سره مکّې معظّمې ته لاړو۔ قرېشو ته ېٔ ووېٔ چې تاسو اؤ مونږ ملګری یو۔ راځیٔ چې پهٔ شریکه پهٔ مسلمانانو حمله وکړو۔ پهٔ دې دا آیتونه نازل شو کهٔ دا ټول ملګری شی هم دَ دوی دَ طاقت دَ ختمېدو ورځې نژدے دی۔ بیا لږې ورځې پس دَ خندق پهٔ غزا کښې دَ قرېشو اؤ ټولو عربو قبیلو شریک لښکر شکست وخوړو۔ یهودو ته هم دَ خپلې بد عهدیٔ سزا ورکړې شوه۔ یوه قبیله بنو قریظه قتل کړې شوه۔ اؤ دَ یهودو بله قبیله بنو نضیر دَ مدینې منورې نه خارج کړې شوه۔ دَ نجران عیسایانو سالانه جزیه قبوله کړه اؤ ټول جزیرة العرب نه دَ مشرکانو اؤ کافرانو نوم ورک شو او تر زرو (۱۰۰۰) کالو پورې لوئی لوئی حکومتونه دَ مسلمانانو تابعدار وو۔
قَدْ كَانَ لَكُمْ اٰیَةٌ فِیْ فِئَتَیْنِ الْتَقَتَا١ؕ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ اُخْرٰی كَافِرَةٌ یَّرَوْنَهُمْ مِّثْلَیْهِمْ رَاْیَ الْعَیْنِ١ؕ وَ اللّٰهُ یُؤَیِّدُ بِنَصْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ۝۱۳
اوس اوس تېره شوی ده ستاسو دپاره نمونه پهٔ دوؤ فوځونو کښې چې مقابله ېٔ وه۔ یو فوځ دے چې جنګیږی دَ الله پهٔ لار کښې۔ اؤ بل فوځ دَ کافرانو دے۔ وینی دا کافر هغوی دَ ځان نه دوچند ، پهٔ غړېدلو سترګو۔ اؤ الله طاقت ورکوی پهٔ خپل امداد سره چا له چې ېٔ خوښوی ، بې شکه پهٔ دغه کښې عبرت دے کتونکیو دپاره۔ ف۱۴
ف۱۴: دَ بدر پهٔ غزا کښې کافران یو زر(۱۰۰۰) وو اؤ سل(۱۰۰) ورسره اسونه وو۔ زغرې۔ تورې۔ غشی۔ لیندې اؤ نور دَ جنګ سامان ورسره ښهٔ پوره وهٔ۔ بل طرف ته مسلمانان غازیان صرف څهٔ دپاسه درے سوه(۳۰۰) وو۔ چې ورسره ټول ټال اویا (۷۰) اوښان دوه اسونه شپږ زغرې اؤ اتهٔ تورې وې۔ اؤ تماشه دا وه چې هر یوې ډلې ته خپله مخالفه ډله دَځان نه دوچنده ښکارېده۔ نتیجه دا شوه چې کافرو ته چې مسلمانان دَ ځان نه زیات ښکارېدل نو دَ هغوی زړونه پرېوتل اؤ همّت ېٔ کم شو۔ اؤ مسلمانانو ته چې کافران دَ ځان نه دوچند ښکارېدل نو دَ هغوی همّت نور هم زیات شو اؤ حق تعالیٰ طرف ته متوجه شو۔ توکّل اؤ استقلال ېٔ نور هم زیات شو هغوی دَ الله تعالیٰ پهٔ وعده ”اِنۡ یَّکُنۡ مِّنۡکُمۡ مِائَةٌ صَابِرَةٌ یَّغۡلِبُوۡا مِائَتَیۡن“ (کهٔ له تاسو نه دَ استقلال اؤ صبر والا سل (۱۰۰) کسان وی نو دَ کافرو پهٔ دوؤ سوو (۲۰۰) به غالب وی) پوخ یقین وهٔ نو دَ فتحې اؤ غلبې پهٔ امید وو۔ کهٔ دَ دښمن پوره تعداد چې درے چند وهٔ ، ورته معلوم شوے وې نو ډېره ممکنه وه چې ویره پرې راغلې وې اؤ همت ېٔ جواب ورکړے وې۔ دا دَ یو بل دوچند ښکارېدل پهٔ ځنې حالتونو کښې وو۔ ګنی ځنې وخت کښې خو به ورته مقابل جماعت دَ ځان نه کم ښکارېدو لکه سورتِ انفال کښې چې به راشی۔ بهر حال یو لږ اؤ بې ساز و سامان لښکر ته پهٔ ډېر اؤ مضبوط لښکر باندې (دَ مکّې معظّمې دَ پېشنګویئ موافق) فتح ورکؤلو کښې دَ نظر خاوندانو ته ډېر لوئے عبرت دے۔ کهٔ وګوریٔ اؤ سوچ وکړیٔ۔
زُیِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوٰتِ مِنَ النِّسَآءِ وَ الْبَنِیْنَ وَ الْقَنَاطِیْرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَ الْفِضَّةِ وَ الْخَیْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَ الْاَنْعَامِ وَ الْحَرْثِ١ؕ ذٰلِكَ مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۚ وَ اللّٰهُ عِنْدَهٗ حُسْنُ الْمَاٰبِ۝۱۴
اؤ تر کړی دی خلق دَ خوښونکیو څیزونو مینې لکه ښځې ف۱۵ اؤ اولاد اؤ خزانې جمع کړې شوے دَ سرو زرو اؤ سپینو زرو اؤ اسونو نشانې لګیدلی ف۱۶ اؤ څاروی اؤ پټی۔ دا دَ فائدې څیزونه دی دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ، اؤ الله تعالیٰ سره دے ښهٔ ځائے۔ ف۱۷
ف۱۵: یعنی دَ دې ښو ښو څیزونو پهٔ محبت کښې ګېر شی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه غافل شی لکه حدیث شریف کښې فرمائیلی شوی دی : مَا تَرَکۡتُ بَعۡدِیۡ فِتۡنَةً اَضَرَّ عَلَی الرِّجَالِ مِنَ النِّسَآءِ (ما نه پس دَ سړیو دپاره دَ ښځو نه غټه نقصانی فتنه بله نشته) البته دَ ښځو دَ نزدېکت نه مطلب دا وی چې دَ ګناه نه بچ شی اؤ نیک اولاد پیدا کړی نو دې کښې څهٔ نقصان نشته لکه حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی ” پهٔ دنیا کښې بهترین شے نېکه ښځه ده چې سړے ورته ګوری نو خوشحالیږی اؤ چې حکم ورکوی نو عمل پرې کوی دَ سړی نه پشی شا دَ هغهٔ دَ مال اؤ دَ پاکدامنیٔ خیال ساتی۔“ هم دغه شان دَ دنیا دا نور څیزونه کوم چې ذکر شوی دی دَ هغې ښهٔ والے اؤ بد والے پهٔ نیت موقوف دے۔ کهٔ دې څیزونو محبت سړے دَ دین نه غافله کوی نه نو څهٔ نقصان پکښې نشته لېکن دنیا کښې اکثر خلق داسې دی چې دَ عیش عشرت پهٔ سامان کښې داسې ډوب شی چې دین ته شا کړی اؤ دَ الله حکمونه هېر کړی دَ دنیا دَ څو ورځو ژوند دپاره آخرت تباه کړی۔
ف۱۶: چې دَ ښهٔ والی دپاره پرې نخښې لګېدلے وی۔ یا دا چې چرګی به وی قدرتی نخښې به پرې لګېدلے وی۔
ف۱۷: یعنی دې څیزونو نه خو صرف پهٔ دنیا کښې څو ورځې فائده اخستے شی کهٔ دَ آخرت ښهٔ والے اؤ همېشه ژوند ښهٔ کؤل غواړیٔ نو هغه دَ الله تعالیٰ پهٔ اختیار کښې دی۔ دَ هغهٔ دَ رضا حاصلؤلو کوشش وکړیٔ۔ پهٔ بل آیت کښې ښودلی شوی دی چې آخرت کښې هغه ښهٔ ځایونه به هغه کسانو ته ورکؤلے شی څوک چې ایمان راؤړی۔ صبر کوی اؤ دَ الله پهٔ لار کښې مال لګوی۔ دَ الله تعالیٰ هر حکم منی اؤ دَ هغهٔ نه دَخپلو ګناهونو معافی غواړی۔
قُلْ اَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَیْرٍ مِّنْ ذٰلِكُمْ١ؕ لِلَّذِیْنَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَّ رِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ بَصِیْرٌۢ بِالْعِبَادِۚ۝۱۵
ورته ووایه آیا زهٔ تاسو ته وښایٔم دَ دې نه بهتر څیزونه ، دَ پرهېزګارو دپاره دَ خپل رب سره دی باغونه ، چې بهیږی دَ هغې لاندې ولې۔ همېشه به وسیږی دوی پهٔ هغې کښې ، اؤ ښځې دی پاکې ستره ف۱۸ اؤ دَ الله تعالیٰ رضا ده۔ ف۱۹ اؤ دَ الله پهٔ نظر کښې دی ټول بندیان۔ ف۲۰
ف۱۸: یعنی دَ هر قسم ظاهری اؤ باطنی خرابونه به پاکې وی۔
ف۱۹: اصلی خوشحالی اؤ مقصود اصلی دَ الله تعالیٰ رضا ده۔ جنّت هم دَ دې دپاره غوښتے شی چې دا دَالله تعالیٰ دَ رضا ځائې دے۔
ف۲۰: دَ ټولو بندیګانو نیک اؤ بد ټول عملونه هغهٔ ته مخامخ دی اؤ هغهٔ ته معلوم دی څوک چې دَ انعام حقدار وی هغهٔ ته به پوره پوره انعام ورکوی اؤ څوک چې دَ سزا حقدار وی هغهٔ ته به سزا ورکوی۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې پهٔ پرهېزګارو مؤمنانو دَ الله تعالیٰ دَ رحم و کرم نظر دے نو هغوی دَ دنیا دَ محبت نه بچ ساتی لکه حدیث شریف دے چې کوم بنده دَ الله تعالیٰ خوښ وی هغه دَ دنیا دَ محبت نه داسې بچ ساتی لکه مریض چې خلق دَ نقصانی څیز نه بچ کوی پرهېز ورباندې کوی۔
اَلَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اِنَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَ قِنَا عَذَابَ النَّارِۚ۝۱۶
هغه کسان څوک چې وائی ، اے زمونږه ربه مونږ ایمان راؤړے دے ، وبخښه ګناهونه زمونږ اؤ بچ کړه مونږ دَ دوزخ دَ عذاب نه، ف۲۱
ف۲۱: چې دَ ګناهونو دَ معاف کېدو دپاره ایمان راؤړل ضروری شرط دے۔
اَلصّٰبِرِیْنَ وَ الصّٰدِقِیْنَ وَ الْقٰنِتِیْنَ وَ الْمُنْفِقِیْنَ وَ الْمُسْتَغْفِرِیْنَ بِالْاَسْحَارِ۝۱۷
دغه کسان صبر کؤنکی دی اؤ رښتونی اؤ حکم منونکی اؤ خرڅ کونکی اؤ بخښنه غوښتونکی دی پهٔ آخر دَ شپې۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ لار کښې ډېر ډېر تکلیفونه اؤ سختو برداشت کؤلو نه پس هم پهٔ حق باندې قائم ولاړ وی۔ دَ دنیا سختې ېٔ دَ حق نه اړؤلے نهٔ شی پهٔ خلهٔ ، پهٔ نیت اؤ پهٔ معامله هر څهٔ کښې رښتونی وی اؤ دَ زړهٔ نه دَ الله دَ احکامو فرمانبرداری کوی۔ دَ الله تعالیٰ ورکړے مال دولت دَ الله پهٔ لار کښې خرچ کوی اؤ پهٔ وروستیٔ شپه کښې یعنی دَ تهجدو پهٔ وخت کښې عبادت کوی اؤ دَ الله نه دَ خپلو ګناهونو معافی غواړی۔ دا وخت ډېر دَ اطمینانِ قلب اؤ دَ دعا قبلېدو دے۔ لېکن پهٔ دې وخت پاسېدل آسان کار نهٔ دے۔ بل ځائې کښې الله تعالیٰ دَ مؤمنانو صفت بیانوی۔ کَانُوۡا قَلِیۡلًا مِّنَ اللَّیۡلِ مَا یَھۡجَعُوۡنَ وَ بِالۡاَسۡحَارِ ھُمۡ یَسۡتَغۡفِرُوۡنِ“ (هغوی به اکثر شپه پهٔ عبادت تېرؤله۔ ډېر کم خوب به ېٔ کؤلو ، اؤ پهٔ پېشمنی کښې به ېٔ دَ الله تعالیٰ نه معافی غوښته کهٔ پهٔ عبادت کښې زمونږ نه څهٔ تقصیر شوے وی نو تهٔ ېٔ راته پهٔ خپل فضل و کرم معاف کړې۔
شَهِدَ اللّٰهُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۙ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَ اُولُوا الْعِلْمِ قَآىِٕمًۢا بِالْقِسْطِ١ؕ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُؕ۝۱۸
الله ګواهی ورکړے ده، چې نشته بل معبود دَ هغهٔ نه بغېر ف۲۳ اؤ فرښتو هم ف۲۴ اؤ دَ علم خاوندانو هم، ف۲۵ هغه حاکم دے دَ انصاف ، نشته بل معبود مګر هغه زبردست دے دَ حکمت خاوند۔ ف۲۶
ف۲۳: دَ سورت پهٔ شروع کښې دَ نجران عیسایانو ته خطاب وهٔ اؤ ډېر پهٔ اشارو اؤ پهٔ لطیفه طریقه دَ عیسٰیؑ دَ خدایئ دَ عقیدې باطل والے اؤ دَ توحیدِ خالص اعلان وهٔ اؤ دَ ایمان راؤړو ترغیب ورکړې شو۔ پهٔ مینځ کښې هغهٔ څیزونه بیان شو کوم چې بنده دَ ایمان راؤړو نه منع کوی۔ یعنی مال اولاد اؤ دَ دنیا دَ عیش۔ بیا دَ مؤمنانو صفتونه بیان شو۔ اوس بیا اصل دَ توحید مضمون ته رجوع وشوه۔ چې دَ توحید پهٔ عقیده کښې اوس مشکل څهٔ پاتې دے۔ هر کله چې الله تعالیٰ خپله پهٔ ټولو آسمانی کتابونو کښې دَ دې ګواهی ورکوی اؤ فعلی کتاب یعنی دَ دنیا یوه یوه پاڼه دا ګوهی ورکوی چې دَ عبادت لائق ذات صرف یو دے وَ فِیۡ کُلِّ شَیۡءٍ لَهٗ اٰیَة (اؤ پهٔ هر یو څیز کښې علامې دی چې دَ هغهٔ پهٔ یووالی ګواهی ورکوی۔ بل ځائې کښې فرمائی سَنُرِیۡھِمۡ اٰیٰتِنَا فِی الۡاٰفَاقِ وَ فِیۡؔ اَنۡفُسِھِمۡ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَھُمۡ اَنَّهُ الۡحَقُّ اَوَلَمۡ یَکۡفِ بِرَبِّكَ اَنَّهٗ عَلٰے کُلِّ شَیۡءٍ شَھِیۡدٌؔ۔
ف۲۴: ظاهره ده چې دَ فرښتو ګواهی دَ الله تعالیٰ دَ ګوهیٔ نه خلاف نهٔ شی کېدے۔ فرښتې خو هغه مخلوق دے چې دَ هغوی ټول ژوند دَ الله تسبیح ، تمجید اؤ توحید بیانؤل دی۔ هغوی دَ الله تعالیٰ دَ حکم نه یوہ ذره برابر هم نافرمانی نهٔ شی کؤلے۔ ف۲۵: دَ علم خاوندان ټول پهٔ هره زمانه کښې دَ توحید شهادت ورکوی۔ اؤ دَ توحید خلاف یو لفظ هم دَ جهل علامه ګڼلے شی۔ مشرکان هم دا منی چې علمی اصول هېچرې دَ شرک دَ عقائدو ملګرتیا نهٔ شی کؤلے۔
ف۲۶: دَ انصاف کؤلو دپاره دوه خبرې ضروری دی۔ چې منصف دَ طاقت خاوند وی چې څوک دَ هغهٔ دَ فیصلې نه انکار نهٔ شی کؤلے۔ اؤ حکیم وی دَ علم اؤ حکمت۔ هوښیار مالک وی چې هره فیصله پوره پوره پهٔ تول کؤلے شی۔ یوه فیصله ېٔ هم غلطه نهٔ وی۔ دَ الله تعالیٰ دوه صفتونه عَزِیۡزٌ حَکِیۡمٌ بیان شو۔ چې هغه دَ طاقت خاوند هم دے اؤ دَ حکمت ، علم اؤ هوښیاریٔ مالک هم دے نو دَ هغهٔ پهٔ منصف کېدو کښې څهٔ شک نهٔ شی کېدے۔ قَاۤئِمًاۢ بِالۡقِسۡطِ سره دَ عیسایانو دَ بلې عقیدې تردید وشو۔ دَ عیسایانو دا عقیده ده چې دَ عیسیٰؑ پانسی دَ ټولو عیسایانو دَ ګناهونو کفاره کوی۔ عیسایانو ته به پهٔ هېڅ ګناه نوره سزا نهٔ شی ورکؤلے۔ الله تعالیٰ انصاف کوی۔ اؤ دا کوم انصاف دے چې دَ ټول امّت جرمونه پهٔ یو سړی بار شی۔ دَ الله تعالیٰ دربار دَ داسې ظلم نه پاک دے چې یو کس ته سزا ورکؤلو نه پس ټول مجرمان همېشه دپاره دَ سزا نه بچ شی۔ الله تعالیٰ عادل اؤ حکیم دے ، داسې خبرو نه پاک دے۔ اؤ دا عقیده غلطه ده۔
اِنَّ الدِّیْنَ عِنْدَ اللّٰهِ الْاِسْلَامُ١۫ وَ مَا اخْتَلَفَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًۢا بَیْنَهُمْ١ؕ وَ مَنْ یَّكْفُرْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَاِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ۝۱۹
بې شکه دین دَ الله پهٔ نزد هم دغه مسلمانی (حکم منل) دی ف۲۷ اؤ اختلاف نهٔ دے کړے هغه کسانو چې کتاب ورکړې شوے وهٔ ، مګر پس دَ دې نه چې راغلو هغوی سره علم ، پهٔ خپلو کښې دَ ضد اؤ کینې پهٔ وجه ف۲۸ اؤ څوک چې انکار کوی دَ الله دَ حکمونو نه۔ نو الله ډېر زر حساب اخستونکے دے ف۲۹
ف۲۷: دَ اسلام اصل معنیٰ ده سپارل۔ مذهب اسلام ته هم اسلام ځکه وائی چې مسلمان خپل ځان ټول ټال الله تعالیٰ ته سپارلے وی دَ هغهٔ حکم منلو ته ېٔ سر ټیټ کړے وی۔ دَ هغهٔ دَ تابعداریٔ اؤ فرمانبرداریٔ اقرار ېٔ کړے وی۔ نو دَ اسلام معنیٰ شوه ځان سپارل اؤ حکم منل او دَ مسلمانئ مطلب شو دَ الله تابعداری اؤ فرمانبرداری۔ داسې خو هر یو پېغمبر پهٔ خپله زمانه کښې خپل قوم ته دَ الله تعالیٰ دَ فرمانبرداریٔ پېغام راؤړے دے اؤ دَ یو الله دَ عبادت تبلیغ ېٔ کړے دے لېکن آخری پېغمبر محمّد مصطفیٰﷺ چې دنیا ته کوم جامع اؤ مکمّل دین راؤړے دے ، هغې کښې دَ ټولو مخکښینیو شریعتونو احکام راجمع دی بلکې دَ هغو نه څهٔ زیاتی شے هم پکښې شته۔ دَ دې جامع شریعت نوم اسلام دے۔ بهر حال پهٔ دې آیت کښې دَ نجران عیسایانو ته خاص طور اؤ دَ ټولې دنیا قومونو ته عام طور دا اعلان شوے دے چې حق دین اؤ حق مذهب صرف یو څیز دے هغه دا چې بنده دَ زړهٔ نه خپل ځان الله تعالیٰ ته وسپاری۔ اؤ کوم وخت کښې چې دَ الله څهٔ حکم وی دَ هغې منلو ته تیار وی۔ اؤ کوم خلق چې الله تعالیٰ لره ځوے پیدا کوی ، دَ عیسٰیؑ اؤ دَ بی بی مریم دَ تصویرونو اؤ دَ صلیب عبادت کوی ، دَ خنزیر غوښه خوری۔ شراب څښی۔ اؤ بنیادم ته الله یا دَ الله ځوے وائی۔ پېغمبران قتلوی۔ اؤ دَ حق دین دَ کمزوری کؤلو کوشش کوی اؤ دَ کوم پېغمبر بشارت چې موسیٰؑ اؤ عیسٰیؑ ورکړے وهٔ دَ هغهٔ تکذیب کوی اؤ دَ هغهٔ احکامو پورې خندا کوی۔ یا څوک چې کاڼیو ، بوټو ، ستورو سپوږمۍ ته سجدې کوی۔ حرام حلال نهٔ پیژنی۔ صرف دَ خپل نفس خواهش پسې ګرځی۔ آیا داسې خلق ځان ته مسلم اؤ دَ ملّتِ ابراهیمی تابعدار وئیلے شی؟ نعوذ بالله من ذٰلك۔ دَ محمّد بن اسحاق پهٔ روایت کښې راځی چې رسول اللهﷺ هغوی ته وفرمائیل مسلمانان شیٔ هغوی ووېٔ مونږ مسلمانان یو نو حضورﷺ ورته وفرمائیل تاسو دروغ وایئ۔ تاسو څنګه مسلمانان ییٔ چې دَ صلیب عبادت کویٔ۔ دَ الله ځوے منیٔ او خنزیر خوریٔ (تفسیر کبیر)
و فی روایة محمد بن اسحاق فقال لهم رسول الله صلعم اسلموا۔ فقالوا اسلمنا۔ فقال صلعم کذبتم کیف یصح اسلامکم وَ انتم تثبتون لله ولدًا و تعبدون الصلیب و تاکلون الخنزیر“ (تفسیر کبیر)
ف۲۸: یعنی اسلام یو واضح اؤ څرګند څیز دے۔ پهٔ کومو دلیلونو چې دَ موسٰیؑ یا عیسٰیؑ رسالت یا دَ تورات اؤ انجیل آسمانی کتاب کېدل ثابتېدے شی۔ د هغې نه زیات مضبوط دلیلونه دَ محمّدﷺ پهٔ رسالت اؤ دَ قرآن پهٔ آسمانی کتاب کېدو موجود دی۔ بلکې تورات اؤ انجیل کښې خپله دَ دې شهادت موجود دے۔ توحید یو داسې صفا مضمون دےچې دَ هغې مقابله کښې دَ پلار ځوی خبره هسې یوه معمٰی ده چې علمی اصول دَ هغې ملګرتیا هرګز نهٔ شی کؤلے۔ سره دَ دې هم کهٔ اهل کتاب دَ اسلام مخالفت کوی اؤ دَ الله دَ حکم نه انکار کوی ، نو سوا دَ دې نه نور څهٔ وئیلے شی چې دا صرف ضد اؤ عناد یا دَ مال دولت محبّت ېٔ پهٔ دې مجبوروی لکه څنګه چې مخکښې خپله دَ نجران دَ وفد دَ مشر اؤ لوئے پادری ابو حارثه قول نقل شوے دے۔ دَ یهودیانو اؤ عیسایانو خپلو کښې کومې جګړې چې تېرې شوے دی یا پهٔ هر یو مذهب کښې چې کومې ډلې جوړې شوے دی اؤ دَ هغو پهٔ مینځ کښې خونرېز جنګونه اؤ فسادونه شوی دی ، دَ دې ټولو جرړه جهالت یا ناپوهی نهٔ وه بلکې تاریخ ګواهی ورکوی چې دَ دې ټولو جګړو بنیاد اصل کښې دَ مال دولت او عزّت اؤ مرتبې محبّت وهٔ هم پهٔ دغې سره جنګېدل۔ دَ جاه پرستیٔ اؤ مشریٔ جګړو پهٔ مذهبونو کښې ډلې اؤ پرې راپیدا کړے دی۔
ف۲۹: پهٔ دنیا کښې هم اؤ ګنی پهٔ آخرت کښې خو به ضرور حساب کوی۔
فَاِنْ حَآجُّوْكَ فَقُلْ اَسْلَمْتُ وَجْهِیَ لِلّٰهِ وَ مَنِ اتَّبَعَنِ١ؕ وَ قُلْ لِّلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَ الْاُمِّیّٖنَ ءَاَسْلَمْتُمْ١ؕ فَاِنْ اَسْلَمُوْا فَقَدِ اهْتَدَوْا١ۚ وَ اِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ١ؕ وَ اللّٰهُ بَصِیْرٌۢ بِالْعِبَادِ۠۝۲۰
بیا هم کهٔ دوی جګړه کوی تا سره، ورته ووایه، ما تابع کړے دے خپل مخ دَ الله پهٔ حکم ، اؤ هغه کسانو هم څوک چې ما سره دی ف۳۰ اؤ ووایه دَ کتاب خاوندانو ته اؤ نالوستو خلقو ته ، آیا تاسو تابع کېږیٔ بیا کهٔ هغوی تابع شو ، نو صحیح لار ېٔ ومونده ، اؤ کهٔ مخ ېٔ وګرځوؤ ، نو ستا پهٔ ذمه صرف رسول دی ، اؤ دَ الله پهٔ نظر کښې دی بندیان ف۳۱
ف۳۰: څنګه چې مخکښې ذکر شوی دی۔ دَ عیسایانو هم دا دعوه وه چې مونږ مسلمانان یو۔ اؤ دَ آسمانی مذهب تابع یو۔ اؤ دَ مکّې مسرکانو به هم وې چې مونږ پهٔ ملّتِ ابراهیمی باندې یو اؤ مسلمانان یو۔ دلته هغوی ته دا ښودلے شی چې تش دَ خلې پهٔ وینا کار نهٔ کیږی۔ اسلام دا دے چې خپل ځان الله ته وسپاریٔ۔ خپل خواهشات پرېږدیٔ اؤ دَ الله دَ حکم تابعدار شیٔ۔ لکه محمّدﷺ اؤ دَ هغهٔ ملګری چې دی۔ چې بت پرستی ، بد اخلاقی اؤ هر قسم دَ ګناه اؤ نافرمانئ کارونه ېٔ پریښی دی۔ اؤ دَ الله دَ رضا دپاره ېٔ خپل وطن ، مال و دولت ، خپل خپلوان هر څهٔ پریښؤل اؤ هجرت ېٔ وکړو۔ اؤ هر وخت ېٔ دَ الله حکم ته سترګې نیولی وی چې څهٔ حکم به راځی چې مونږ پرې عمل وکړو۔ اؤ تاسو خپلو کارونو ته وګوریٔ اؤ خپل ځان ته وګوریٔ ، چې پهٔ خلوت کښې اقرار کویٔ چې دا دین حق دے۔ خو دَ مال دولت محبّت مو ایمان راؤړو ته نهٔ پرېږدی۔ بهر حال کهٔ تاسو دَ حق پېژندو نه پس هم حق منلو ته تیار نهٔ ییٔ نو تاسو پوهه شیٔ اؤ ستاسو کار پوهه شه ، مونږ خو خپل ځان الله ته سپارلے دے اؤ دَ هعهٔ حکم ته مو غاړه یٔښې ده۔
ف۳۱: یعنی ښهٔ سوچ وکړیٔ چې تاسو هم دغسې دَ الله حکم ته غاړه یٔښې ده لکه چې مونږ یٔښې ده۔ یا دا چې تاسو هم دغه شان اسلام راؤړو ته تیار ییٔ لکه مونږ چې راؤړے دے۔ کهٔ تیار ییٔ نو تاسو هم زمونږ وروڼه ییٔ راځیٔ اؤ نهٔ ییٔ تیار نو زمونږ کار خو تبلیغ وهٔ هغه مو وکړو۔ مخکښې ستاسو خپل کار دے۔ ستاسو پټ اؤ څرګند ټول کارونه دَ الله پهٔ نظر کښې دی۔ دَ خپل عمل جزا یا سزا به مومئ۔
فائده: اُمِّیۡ (نالوستے) وئیلی شو دَ عربو مشرکانو ته چې دَ هغوی سره څهٔ آسمانی کتاب نهٔ وهٔ۔ اؤ یهودو اؤ عیسایانو ته اهلِ کتاب وئیلے شی چې هغوی دَ تورات اؤ انجیل دَ تابعداریٔ دعوه کوی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ یَقْتُلُوْنَ النَّبِیّٖنَ بِغَیْرِ حَقٍّ١ۙ وَّ یَقْتُلُوْنَ الَّذِیْنَ یَاْمُرُوْنَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ١ۙ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ۝۲۱
بې شکه کوم خلق چې انکار کوی دَ الله دَ حکمونو نه اؤ قتلوی پېغمبران پهٔ ناحقه اؤ قتلوی هغه کسان څوک چې دَ انصاف کؤلو حکم کوی پهٔ خلقو کښې نو زېرے ورکړه دوی ته دَ دردناک عذاب۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١٘ وَ مَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ۝۲۲
هم دغه کسان دی چې ټوله خواری ېٔ عبث شوه پهٔ دنیا اؤ هم پهٔ آخرت کښې ، اؤ نشته دَ هغوی څوک مددګار ف۳۲
ف۳۲: پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې بنی اسرائیلو پهٔ یوه ورځ درے څلوېښت پېغمبران اؤ اتنیم شلې (۱۷۰) نیک بندګان شهدان کړی وو۔ دلته دَ نجران عیسایانو اؤ نورو کافرانو ته آورؤلے شی چې دَ الله دَ حکمونو انکار کؤل اؤ پېغمبران اؤ نېکان خلق قتلول اؤ دَ هغوی پهٔ وینو لاسونه سرهٔ کؤل حهٔ معمولی خبره نهٔ ده۔ داسې خلق به پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې تباه حال وی۔ دَ هغوی محنت اؤ کوششونه به برباد شی۔ پهٔ دنیا کښې به هم سزا ورکؤلے شی اؤ پهٔ آخرت کښې به هم دردناک عذاب کښې ګېر وی۔ اؤ دَ خلاصؤلو اؤ اؤ دَامداد ورکؤلو به ېٔ هېڅوک نهٔ وی۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُدْعَوْنَ اِلٰی كِتٰبِ اللّٰهِ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ وَ هُمْ مُّعْرِضُوْنَ۝۲۳
آیا تا ونهٔ لیدل هغه خلق چې ورکړې شوه هغوی ته څهٔ حصه دَ کتاب۔ ف۳۳ هغوی راغواړی دَ الله کتاب ته چې هغه کتاب دَ دوی ترمینځه فیصله وکړی۔ بیا مخ ګرځوی دَ هغوی نه یو ټولے ف۳۴ اؤ ځان نا جاڼه کوی۔
ف۳۳: نَصِیۡبًا مِّنَ الۡکِتٰبِ۔ یعنی دَ تورات اؤ انجیل څهٔ حصه چې دَ هغوی دَ تحریف نه بچ شوے ده۔ یا څهٔ لږ ډېر چې پهٔ کتاب پوهه شوی دی۔
ف۳۴: یعنی کله چې هغوی ته بلنه ورکؤلے شی چې پهٔ قرآن کریم ایمان راؤړیٔ چې ستاسو دَ کتابونو دَ بشارت موافق نازل شوے دے اؤ ستاسو دَ اختلافاتو پوره پوره فیصله کؤنکے دے نو دَ هغوی دَ عالمانو یوه ډله خو ترېنه انکار کوی اؤ مخ بل خوا ګرځوی۔ حالانکې قرآن کریم طرف ته بلنه پهٔ حقیقت کښې هم دَ هغوی خپلو کتابونو طرف ته بلنه ده۔ بلکې کېدے شی چې دلته دَکتاب الله نه مراد هم دَ هغوی کتابونه تورات اؤ انجیل وی۔
یعنی راځیٔ چې مونږ ستاسو دَ جګړو فیصله هم ستاسو پهٔ کتاب وکړو۔ خو غضب دا دے چې هغوی دَ خپلو اغراضو پهٔ مقابله کښې دَ خپل کتاب اصلی حکم ته غاړه نهٔ کېښوه۔ دَ کتاب حکم به ېٔ دَ خپل غرض مطابق بدلؤلو لکه دَ زانی پهٔ کاڼیو سنګسارؤلو کښې چې هغوی دَ خپل کتاب دَ حکم نه انکار کؤلو۔ دا خبره وروستو پهٔ سورتِ مائده کښې راځی۔
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَیَّامًا مَّعْدُوْدٰتٍ١۪ وَّ غَرَّهُمْ فِیْ دِیْنِهِمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۝۲۴
دا ځکه چې دوی وائی هرګز به نهٔ لګی پهٔ مونږ دَ دوزخ اور ، مګر څو ورځې پهٔ شمېر اؤ غولیدلی دی دوی پهٔ خپل دین کښې ، دَ ځان نه جوړو خبرو باندې، ف۳۵
ف۳۵: دا دوی چې دومره سرکشه ، نافرمانه اؤ دَ سزا نه بې پرواه دی نو دا پهٔ دې وجه چې دَ دوی مشرانو دوی ته دا دروغ وئیلی دی چې مونږ کهٔ ډېر زیات ګنهګار یو هم مونږ ته به دَ څو ورځو نه زیاته سزا نهٔ شی راکؤلے۔ لکه مخکښې سورتِ بقره کښې چې دَ دې بیان تفصیل سره تېر شوے دے۔ هغوی نورې هم داسې ډېرې بې سره خبرې جوړې کړے وې۔ لکه دا چې یهودیانو به وې مونږ دَ یعقوب علیه السّلام اولاد یو اؤ الله تعالیٰ دَ یعقوب علیه السّلام سره وعده کړے ده چې ستا اولاد ته به عذاب نهٔ ورکوم ، اؤ عیسایانو خو دَ عیسٰیؑ دَ کفارې مسٔله جوړه کړے ده هډو دَ حساب کتاب نه ېٔ ځان خلاص کړے دے۔ هغوی وائی چې دَ عیسٰیؑ پانسی کېدل دَهغهٔ دَ ټول امّت دَ سزا کفّاره ده۔ دَ هغهٔ امّت ته به نور عذاب نهٔ شی ورکېدے۔
فَكَیْفَ اِذَا جَمَعْنٰهُمْ لِیَوْمٍ لَّا رَیْبَ فِیْهِ١۫ وَ وُفِّیَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۲۵
بیا څهٔ حال به ېٔ وی کله چې مونږ راجمع کړو دوی پهٔ هغه ورځ چې شک نشته پهٔ هغې کښې ، اؤ پوره پوره به ومومی هر څوک خپل کړی کارونه ، ف۳۶ اؤ دَ دوی حق به نهٔ شی وهلے۔ ف۳۷
ف۳۶: یعنی پهٔ هغه ورځ به ورته پته ولګی چې دوی څهٔ پهٔ ګډو وډو سر وو۔ چې محشر کښې دَ ټولې دنیا مخکښې وشرمیږی اؤ دَ خپلو مشرانو مخکښې هم شرمنده شی۔ پهٔ دغه ورځ به هر چا ته دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکؤلے شی۔ نهٔ به هلته دَ کفارې مسٔله چلیږی اؤ نهٔ به دَ پېغمبر اولاد کېدل څهٔ فائده ورکوی۔ صرف خپل عمل به ېٔ پکاریږی۔
ف۳۷: یعنی هسې پهٔ فرضی جرمونو به سزا نهٔ شی ورکؤلے چې دوی ېٔ خپله ومنی چې هؤ مونږ دا کار کړے دے نو هله به سزا ورکؤلے شی هغه هم صرف دومره سزا چې څومره دَ هغې کار مناسب وی۔ نهٔ به چا ته دَ حق نه زیاته سزا ورکؤلے شی اؤ نهٔ به دَ چا یوه وړه غوندې نیکی برباده ځی۔ پوره پوره انصاف به کیږی پهٔ دغه ورځ۔
قُلِ اللّٰهُمَّ مٰلِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِی الْمُلْكَ مَنْ تَشَآءُ وَ تَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَآءُ١٘ وَ تُعِزُّ مَنْ تَشَآءُ وَ تُذِلُّ مَنْ تَشَآءُ١ؕ بِیَدِكَ الْخَیْرُ١ؕ اِنَّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۲۶
ووایه اے الله دَ بادشاهت مالکه۔ تهٔ بادشاهی ورکوې چا له چې ستا خوښه وی ، اؤ بادشاهی اخلې دَ هغه چا نه چې ستا خوښه وی ، اؤ عزت ورکوې چا له چې وغواړې ، اؤ ذلیل کوې ، څوک چې غواړې ، ټولې بهتریٔ ستا پهٔ لاس کښې دی۔ بې شکه تهٔ پهٔ هر څهٔ قادر ېٔ۔ ف۳۸
ف۳۸: څنګه چې مخکښې ذکر شوے دے دَ نجران دَ وفد مشر خپل ورور ته دا وئیلی وو چې زهٔ ایمان ځکه نهٔ راؤړم چې دَ روم اؤ فارس عیسائی بادشاهان ماته ډېر مال دولت راکوی اؤ قدر عزت مې کوی دا به رانه لاړ شی۔ پهٔ دې دعا کښې دَ هغهٔ دَ دې خبرې جواب دے چې تاسو چې دَ کافرو پهٔ مال دولت پسې روان ییٔ نو پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې اصلی مالک الله تعالیٰ دے۔ دَ هغهٔ چې چا ته خوښه وی بادشاهی ورکوی اؤ چا نه چې ېٔ خوښه وی اخلی نو تاسو دَ مسلمانانو دې ماجوده بې سرو سامانیٔ ته مهٔ ګوریٔ۔ کېدے شی چې دا حکومتونه اؤ طاقت ټول الله تعالیٰ مسلمانانو ته ورکړی۔ بلکې دا ېٔ ورسره وعده ده۔ چې دَ خندق دَ غزا پهٔ موقع رسول اکرمﷺ مسلمانانو ته دا پېشنګوئ کړے ده چې دَ روم اؤ فارس حکومتونه اؤ دَ هغوی دَ خزانو کنجیانې به دَ مسلمانانو پهٔ لاس راځی۔ نو یهودو به خندل چې دَ قرېشو دَ حملې دَ ویرې خو دَ مدینې نه چاپېره خندق کنی اؤ خوب دَ قیصر اؤ کسرٰی دَ خزانو وینی لېکن الله تعالیٰ څو کاله پس دَ خپل رسولﷺ وېنا رښتیا کړه اؤ دَ حضرت عمرؓ دَ خلافت پهٔ زمانه کښې دا خزانې پهٔ مسلمانانو تقسیم شوې۔ اصل خبره دا ده چې دَ دنیا سلطنت اؤ عزت خو څهٔ شے نهٔ دے۔ کله چې الله تعالیٰ روحانی سلطنت اؤ رسالت دَ بنی اسرائیلو نه بنی اسماعیلو ته منتقل کړو نو څهٔ عجیبه ده کهٔ دَ روم اؤ فارس دنیاوی بادشاهیٔ هم دَ عربو نه خانه بدوشو ته منتقلې شی۔ ګویا کهٔ دا دعا یو قسم پېشنګوئی وه چې دنیا کښې به انقلاب راځی کوم قوم چې اوس پهٔ دنیا کښې یو ډډې ته بې تپوسه پروت دے ، هغه به دَ بادشاهیٔ اؤ حکومت مالک کیږی۔ اؤ کوم قوم چې نن برسرِ اقتدار دے هغه به دَ خپلو بد عملو پهٔ وجه ذلیل کیږی۔ طاقت اؤ حکومت به ېٔ ختمیږی۔
فائده: بِیَدِكَ الۡخَیۡر: بېشکه هر قسم خیر اؤ خوبی دَ الله تعالیٰ پهٔ لاس کښې ده اؤ ځنې پهٔ ظاهر شر هم پهٔ دې اعتبار سره خیر دے۔ چې پهٔ هغې کښې مجموعی حیثیت سره دَ دنیا فائده وی اؤ ډېر حکمتونه اؤ رازونه پکښې پټ وی۔
تُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَ تُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ١٘ وَ تُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَ تُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ١٘ وَ تَرْزُقُ مَنْ تَشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ۝۲۷
تهٔ ننه باسې شپه پهٔ ورځ کښې اؤ ننه باسې ورځ پهٔ شپهٔ کښې ف۳۹ اؤ راوباسې ژوندې دَ مړی نه اؤ راوباسې مړې دَ ژوندی نه ، ف۴۰ اؤ روزی ورکوې چا له چې غواړې بې حسابه۔ ف۴۱
ف۳۹: یعنی کله ورځ کمه شی شپه وږده شی اؤ کله شپه کمه شی ورځ وږده شی مثلاً کله خو ورځ څوارلس (۱۴) ګهنټې (ساعته) اؤ شپه لس(۱۰) ګهنټې وی۔ بیا دَ ورځې نه څلور ګهنټې کمې شی دَ شپې سره ملګرے شی۔ شپه څوارلس (۱۴) ګهنټې شی اؤ ورځ لس(۱۰) ګهنټې پاتې شی۔ بیا دغسې پهٔ دې طریقه ورځ پهٔ شپه کښې اؤ شپه پهٔ ورځ کښې ننوځی اؤ موسمونه بدلیږی ، اؤ دا ټوله بدلی رابدلی دَ نمر اؤ سپوږمۍ دَ حرکت پهٔ وجه راځی۔ اؤ نمر سپوږمۍ یا نور ستوری هېڅ شے دَ الله دَ حکم اؤ رضا نه بغېر حرکت نهٔ شی کؤلے۔ دا هر څهٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ اختیار کښې دی۔
ف۴۰: لکه دَ بې ساه اګۍ نه ژوندې بچے پیدا کیږی اؤ ژوندیٔ مرغۍ اګۍ اچوی۔ دغسې ژوندې دَ مړی اؤ مړے دَ ژوندی نهٔ پیدا کیږی۔ یا لکه بنیادم چې دَ نطفې دَ یو څاڅکی نه چې بې ساه شے دے جوړیږی۔ اؤ نطفه دَ بنیادم نه پیدا کیږی۔ دغسې دَ عالم نه جاهل اؤ دَ جاهل نه عالم پیدا کیږی۔ دَ کامل نه ناقص اؤ دَ ناقص نه کامل راوځی۔ دا ټولې دَ الله تعالیٰ دَ قدرت نمونې دی۔
ف۴۱: حضرت شاه عبدالقادر صاحبؒ لیکلی دی چې دَ یهودو دا خیال وهٔ چې پېغمبری اؤ روحانی مشری چې تر وسه پهٔ بنی اسرائیلو کښې راغلې وه۔ دا به تر آخره هم دغسې چلیږی۔ بل قوم ته به نهٔ بدلیږی۔ دَ الله تعالیٰ دَ طاقت اؤ قدرت نه غافل شوی وو۔ الله تعالیٰ ورته پهٔ دې مثالونو څرګنده کړه چې دا دَ الله تعالیٰ قدرت اؤ اختیار دے چې چا ته حکومت ظاهری اؤ باطنی ورکوی اؤ دَ چا نه ېٔ اخلی۔ هغه پهٔ جاهلانو کښې عالمان پیدا کوی۔ لکه عربو کښې حضور اکرمﷺ اؤ پهٔ عالمانو کښې جاهلان پیدا کوی لکه موجوده بنی اسرائیل چې نیکونه ېٔ پېغمبران وو اؤ دَ الله دوستان وو۔ اؤ دوی اوس کافر اؤ دَ الله دښمنان دی۔ اؤ دَ الله تعالیٰ چې چا ته خوښه وی ظاهری اؤ باطنی خوبیٔ بې حسابه ورکوی۔ اوس دا خوبیٔ مسلمانانو ته ورکړې شوی دی۔
لَا یَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُوْنَ الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ١ۚ وَ مَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَلَیْسَ مِنَ اللّٰهِ فِیْ شَیْءٍ اِلَّاۤ اَنْ تَتَّقُوْا مِنْهُمْ تُقٰىةً١ؕ وَ یُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗ١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ۝۲۸
نهٔ دې جوړوی مسلمانان کافرانو لره دوستان چې مسلمانان پرېږدی ، اؤ څوک چې داسې کار کوی نو نشته دے دَ هغهٔ الله سره څهٔ تعلق پهٔ هېڅ څیز کښې ، بې دَ دې نه چې تاسو دَ هغوی نه بچ کېدل غواړیٔ ف۴۲ اؤ الله تعالیٰ تاسو ویروی دَ خپل ځان نه، اؤ هم دَ الله طرف ته ستاسو واپس کېدل دی۔ ف۴۳
ف۴۲: یعنی چې بادشاهت اؤ عزت و مرتبه ورکؤل هر څهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دی نو مسلمانانو ته کوم چې پهٔ رښتیا دَ الله تعالیٰ پهٔ دې طاقت یقین لری نهٔ دی پکار چې دَ مسلمانانو وروڼو دوستی پرېږدی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ دښمنانو کافرانو سره دوستی جوړه کړی۔ دَ الله اؤ رسول دښمنان هېچرې دَ هغوی دوستان کېدے نه شی۔ څوک چې داسې کار کوی نو پوهه شیٔ چې دَ هغهٔ دَ الله سره محبت اؤ تعلق نشته۔ دَ یو مسلمان حق دا دے چې صرف دَ یو الله نه ؤویریږی اؤ صرف دَ الله سره تعلق لری۔ خپل امیدونه اؤ اسرې ېٔ ټولې صرف هغهٔ پورې متعلق وی اؤ الله تعالیٰ هم دَ دغسې خلقو امداد کوی۔
البته دَ تدبیر اؤ انتظام پهٔ درجه کښې دَ کفارو دَ شر نه بچ کېدو دپاره پهٔ معقوله طریقه دَ هغوی سره تعلق ساتل څهٔ بد کار نهٔ دے۔ خو دَ زړهٔ تعلق اؤ دوستی ورسره جائز نهٔ ده۔ لکه څنګه چې سورتِ انفال کښې دَ جنګ پهٔ موقع دَ ومن یومهم یومئذٍ دَ بره نه دَ متحرفاً لقتال اؤ متحیزًا استثنٰی شوے ده ځکه چې هغه پهٔ حقیقت کښې تښتېدل نهٔ وی بلکې دَ جنګ یو تدبیر وی۔ دغسې دا هم پهٔ حقیقت کښې دوستی نهٔ وی صرف رواداری وی۔ دَ دې مسٔلې نور تفصیل پهٔ سورتِ مائده کښې آیت یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْیَهُوْدَ وَ النَّصٰرٰۤی اَوْلِیَآءَ(آیت ۵۱) کښې راځی۔
(علامه عثمانی فرمائی ما دَ خپل استاذ شیخ الهند پهٔ اشاره پهٔ دې موضوع متعلقه کتابچه هم لیکلے ده۔ دَ تفصیل دپاره هغه وګوریٔ)
ف۴۳: دَ مسلمان پهٔ زړهٔ کښې حقیقی ویره صرف دَ الله پکار ده هېڅ کار دې داسې نهٔ کوی چې الله تعالیٰ پرې ناراض کیږی مثلاً چې دَ مسلمانانو دَ ډلې نه بیل شی اؤ بغېر دَ شرعی ضرورت نه دَ کفارو سره ملګرے شی۔ یا دَ ظاهری رواداریٔ پهٔ وخت دَ ضرورت نه زیات اؤ دَ شرعی حدونو نه بهر شی۔ حقیقی دوستیٔ ته ورنژدے شی یا محض دَ وهمی خطرو پهٔ وجه دَ داسې ضرورت پهٔ وخت کښې اجازت نه غلطه فائده واخلی اؤ دَ نفسانی خواهش پوره کؤلو دپاره څهٔ شرعی حیلې حوالې جوړې کړی۔ نو یاد لړیٔ چې یوه ورځ دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې پېش کېدل دی۔ هغه دَ زړونو پهٔ حال خبر دے۔ هلته حیلې حوالې کار نهٔ ورکوی۔ دَ مضبوط ایمان تقاضه خو دا ده چې بنده دې رخصت نه فائده وانهٔ خلی اؤ پهٔ عزیمت عمل وکړی۔ دَ مخلوق نه زیات دَ خپل خالق نه ؤویریږی۔ (دَ کافرو دَ ظاهری دوستیٔ نه هم ځان وساتی)
قُلْ اِنْ تُخْفُوْا مَا فِیْ صُدُوْرِكُمْ اَوْ تُبْدُوْهُ یَعْلَمْهُ اللّٰهُ١ؕ وَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۲۹
ووایه کهٔ تاسو پټویٔ دَ خپلو زړونو خبرې اؤ کهٔ ښکاره کویٔ ېٔ الله پهٔ هغې عالم دے۔ ف۴۴ اؤ الله ته معلوم دی څهٔ چې آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې زمکه کښې دی۔ اؤ الله پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ ف۴۵
ف۴۴: دا ممکنه ده چې بنیادم دَ خپل زړهٔ خبره دَ بل بنیادم نه پټه کړی لېکن الله تعالیٰ سره دا چل ول نهٔ چلیږی۔ هغه دَ زړونو پهٔ حال خبر دے۔ څوک ېٔ پټوی اؤ کهٔ نه۔
ف۴۵: چې دَ الله تعالیٰ علم دومره کامل اؤ قدرت ېٔ دومره پوره دے نو یو مجرم دپاره دَ خپل جرم پټؤلو یا دَ سزا نه بچ کېدو هېڅ مخه نشته۔
یَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَیْرٍ مُّحْضَرًا١ۛۖۚ وَّ مَا عَمِلَتْ مِنْ سُوْٓءٍ١ۛۚ تَوَدُّ لَوْ اَنَّ بَیْنَهَا وَ بَیْنَهٗۤ اَمَدًۢا بَعِیْدًا١ؕ وَ یُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ۠۝۳۰
پهٔ کومه ورځ چې به ومومی هر سړے څهٔ نیکی چې هغهٔ کړے وی خپلې مخې ته۔ اؤ څهٔ بدی چې هغهٔ کړے وی۔ غواړی به چې زما اؤ دَ دې ترمینځه لویه فاصله وې۔ ف۴۶ اؤ الله تعالیٰ ویروی تاسو دَ خپل ځان نه ، اؤ الله ډېر مهربانه دے پهٔ بندیانو۔ ف۴۷
ف۴۶: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به بنیادم ته دَ ټول عمر عمل نامه پهٔ لاس کښې ورکړې شی اؤ خپل عمر کښې چې هغهٔ څهٔ نیکی کړے وی یا ېٔ څهٔ بدی کړے وی هغه هر څهٔ به ورته مخامخ پهٔ هغې کښې موجود وی۔ نو مجرمان به دا ارمان کوی۔ افسوس کهٔ دا ورځ زمونږ نه ډېره لرې وې۔ پهٔ مونږ چرې نهٔ وې راغلے۔ یا دا چې افسوس کهٔ مونږ دَ دې عملونو نه ډېر لرې وې۔ هډو نژدے هم نهٔ وې ورغلے۔ خو دا ارمان به پهٔ هغه وخت هېڅ فائده نهٔ کوی۔ (دَ نیک عمل اؤ دَ الله تعالیٰ نه دَ ګناهونو دَ معافیٔ غوښتو وخت پهٔ دنیا کښې دے)
ف۴۷: دا هم دَ الله تعالیٰ مهربانی ده چې دَ دې خطرناکې ورځې دَ راتلو نه ېٔ مونږ مخکښې خبر کړو۔ چې پهٔ دنیا کښې دَ دغې ورځې دپاره ځان تیار کړو۔ دَ نېک عمل کوشش اؤ دَ ناکاره کارونو خصوصاً دَ کافرو دَ دوستیٔ نه ځان ساتو۔ دَ قرآن کریم دا خصوصیت دے چې اکثر دَ خوفؔ دَ مضمون سره دَ رجاؔ ٔ اؤ دَ رجاؔ ٔ دَ مضمون سره دَ خوفؔ مضمون تړلے وی۔ دلته هم دَ خوفؔ پهٔ مضمون پسې سمدستی فرمائی وَ اللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ۠۔ الله تعالیٰ پهٔ بندګانو ډېر مهربانه دے۔ څوک چې دَ هغهٔ دَ ویرې پهٔ دنیا کښې بدی پرېږدی نو هغه ورباندې ډېر رحم اؤ مهربانی کوی۔ دَ الله دَ رحم نه نا امیدی نهٔ ده پکار۔ راځیٔ زهٔ تاسو ته یو داسې دروازه ښایٔم چې پهٔ هغې ننوځیٔ نو دَ الله دَ مغفرت اؤ رحمت حقدار بلکې دَ هغهٔ محبوب به شیٔ۔ قُلْ اِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّوْنَ اللّٰهَ فَاتَّبِعُوْنِیْ الخ هغه دروازه دَ رسولﷺ دَ احکامو تابعداری اؤ دَ رسولﷺ محبت دے۔
قُلْ اِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّوْنَ اللّٰهَ فَاتَّبِعُوْنِیْ یُحْبِبْكُمُ اللّٰهُ وَ یَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۳۱
ووایه کهٔ تاسو دَ الله سره محبت ساتیٔ ، نو زما پهٔ لار روان شیٔ ، محبت به وکړی الله تاسو سره اؤ وبه بخښی ستاسو ګناهونه اؤ الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۴۸
ف۴۸: دَ الله تعالیٰ دَ دښمنانو سره دوستیٔ اؤ محبّت نه منع کؤلو نه پس اوس دَ الله تعالیٰ سره دَ محبّت طریقه ښیٔ کهٔ څوک دَ کافرو دوستی پرېږدی اؤ دا غواړی چې دَ الله تعالیٰ دوست شی نو هغهٔ ته پکار دی چې دَ حضورﷺ اتباع وکړی۔ دَ هغهٔ دَ تابعداریٔ پهٔ تله خپل ځان وتلی۔ څومره چې دَ چا دَ رسول اکرمﷺ سره محبّت زیات وی اؤ دَ هعهٔ دَ احکامو پوره پوره تابعداری کوی دومره به هغه دَ الله سره دَ محبّت پهٔ دعوه کښې پوخ اؤ رښتونے وی اؤ پهٔ دغه اندازه به دَ الله تعالیٰ دَ رحم و کرم مستحق وی۔ اؤ څومره چې دَ چا دَ الله تعالیٰ سره محبّت وی دومره به دَ رسول اکرمﷺ پهٔ تابعداریٔ کښې مضبوط اؤ چست وی۔ ګویا دې ځائې باندې دَ توحید بیان ختم شو اوس دَ رسالت بیان شروع شو۔
قُلْ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ الرَّسُوْلَ١ۚ فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ۝۳۲
ووایه حکم ومنیٔ دَ الله اؤ دَ رسول ، بیا کهٔ هغوی مخ واړوی۔ نو دَ الله خوښ نهٔ دی کافران۔ ف۴۹
ف۴۹: یهودیانو اؤ عیسایانو به وې چې مونږ دَ الله اولاد اؤ دَ هغهٔ دوستان یو (نَحۡنُ اَبۡنَآءُ اللہِ وَ اَحِبَّاءُہٗ) دلته دَ هغوی دَ دې دعوې تردید شوے دے چې کافر دَ الله تعالیٰ دوست کېدے نهٔ شی۔ کهٔ تاسو دَ الله تعالیٰ دوستی پهٔ رښتیا غواړیٔ نو دَ محمّدﷺ تابعداری وکړیٔ ، دَ الله دوستان به شیٔ۔ هم دغه شان عیسایانو به وې چې مونږ دَ عیسٰیؑ عزت اؤ عبادت دَ الله تعالیٰ سره دَ محبّت پهٔ وجه کوو۔ نو دَ هغوی دپاره هم دا جواب شو کهٔ پهٔ رښتیا مو دَ الله تعالیٰ سره محبّت وی اؤ دَ الله تعالیٰ دوستی غواړیٔ نو دَ رسول اکرمﷺ تابعداری وکړیٔ اؤ ورپسې دَ الله تعالیٰ دَ ځنې دوستانو حال ذکر کړې شو۔
اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰۤی اٰدَمَ وَ نُوْحًا وَّ اٰلَ اِبْرٰهِیْمَ وَ اٰلَ عِمْرٰنَ عَلَی الْعٰلَمِیْنَۙ۝۳۳
بې شکه الله غوره کړو آدمؑ اؤ نوحؑ اؤ دَ ابراهیمؑ کورنۍ اؤ دَ عمرانؑ کورنۍ۔ ف۵۰ پهٔ ټوله دنیا باندې۔
ف۵۰: دَ عمران پهٔ نوم دوه کسان دی۔ دَ موسٰیؑ دَ پلار نوم عمران وهٔ۔ اؤ دَ بی بی مریم دَ پلار نوم هم عمران وهٔ۔ دلته ترېنه دغه دویم مراد دے ځکه چې وروستو ورپسې دَ بی بی مریم اؤ دَ عیسٰیؑ قصه راځی۔ اؤ دَ دې سورت نوم هم آلِ عمرٰن پهٔ دې وجه دے چې دې کښې دَ عمران دَ کورنۍ قصه پهٔ تفصیل سره بیان شوے ده۔
ذُرِّیَّةًۢ بَعْضُهَا مِنْۢ بَعْضٍ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌۚ۝۳۴
چې اولاد وو دَ یو دَ بل نه ، ف۵۱ اؤ الله اورېدونکے پوهېدونکے دے۔ ف۵۲
ف۵۱: دَ الله تعالیٰ پهٔ مخلوق کښې خو آسمانونه۔ زمکه۔ نمر۔ ستوری۔ سپوږمۍ ۔پېریان۔ فرښتې هر څهٔ موجود وو نو هغهٔ چې کوم شرافت اؤ جسمانی اؤ روحانی کمالات حضرت آدمؑ ته ورکړی وو۔ هغه ېٔ بل یو مخلوق ته نهٔ دی ورکړی۔ بلکې پهٔ فرښتو باندې ېٔ آدمؑ ته سجده دې دپاره وکړه چې دَ هغهٔ عزت اؤ شرافت پهٔ ټول مخلوق څرګند شی۔ دَ خلافت دپاره دَ آدمؑ انتخاب چې مونږ ترېنه تعبیر پهٔ نبوت سره کوو۔ دَ هغهٔ پهٔ ذات پورې محدود نهٔ وهٔ۔ بلکې دَ هغهٔ اولاد کښې منتقل شو۔ نوحؑ ته ورسېدو۔ بیا دَ هغهٔ نه پس دِ هغهٔ پهٔ اولاد کښې ابراهیمؑ ته راورسېدو ۔ دلته یو بل صورتِ حال پیدا شو۔ تر اوسه خو دنیا کښې څومره مخلوق چې وو ، دَ آدمؑ اولاد وو اؤ دَ هغهٔ نه پس بیا نوحؑ اولاد وو۔ بله سلسلهٔ نسب پکښې نهٔ وه۔ دَ ابراهیمؑ نه پس سلسلې ګڼې شوې۔ بیا پهٔ هغه ټولو کښې الله تعالیٰ دَ ابراهیمؑ کورنۍ دَ دې عزت دپاره خوښه کړه۔ دَ هغهٔ نه پس ټول پېغمبران دَ هغهٔ دَ دوؤ ځامنو اسحاقؑ اؤ اسماعیلؑ پهٔ اولاد کښې راغلی دی ، بله کورنۍ کښې پېغمبر نهٔ دے راغلے۔ چونکې اکثر دَ نسب سلسله دَ پلار دَ طرف نه چلیږی۔ اؤ دَ عیسٰیؑ پلار نهٔ وهٔ۔ نو دلته دا شک کېدو چې عیسٰیؑ دَ ابراهیمؑ پهٔ کورنۍ کښې نهٔ دے۔ پهٔ دې وجه دلته الله تعالیٰ ورسره آل عمران وَ ذُرِّیَّةً بَّعۡضُهَا مِنۡۢ بَعۡضٍ (چې بعضې دَ بعضو اولاد دے) هم ذکر کړو چې دَ عیسٰیؑ پلار کهٔ نهٔ وهٔ نو دَ هغهٔ نسب به دَ مور نه حسابیږی اؤ مور ېٔ دَ عمران لور وه۔ دَ عمران نسب ابراهیمؑ ته رسی ، نو آلِ عمران هم دَ الِ ابراهیمؑ یوه څانګه شوه۔ اؤ یو پېغمبر هم دَ ابراهیمؑ دَ کورنۍ نه بهر نهٔ شو۔
ف۵۲: السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۔اورېدونکے پوهېدونکے۔ یعنی دَ هر چا خبرې اوری اؤ دَ هر چا پهٔ پټو اؤ څرګندو حالونو خبر دے۔ الله تعالیٰ چې دَ کومې کورنۍ انتخاب دَ نبوت دپاره کړے دے ، هسې اتفاقی ېٔ نهٔ دے کړے۔ دَ هغهٔ هر کار کښې پوره حکمت اؤ رازونه وی۔ دې کورنۍ کښې دَ دې انتخاب اهلیت وهٔ۔
اِذْ قَالَتِ امْرَاَتُ عِمْرٰنَ رَبِّ اِنِّیْ نَذَرْتُ لَكَ مَا فِیْ بَطْنِیْ مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّیْ١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۳۵
کله چې ووې دَ عمران ښځې ، اے زما ربه ما ستا نذر کړو هغه څیز چې زما پهٔ ګېډه دے دَ ټولو نه آزاد ، نو تهٔ زما دا نذر قبول کړې ، بې شکه هم تهٔ اورېدونکے پوهېدونکے ېٔ۔ ف۵۳
ف۵۳: دَ عمران دَ ښځې نوم حَنَّه وهٔ۔ دَ فاقوذا لور وه۔ هغې دَ خپلې زمانې دَ رواج مطابق نذر منلے وهٔ چې زما ګېډه کښې کوم بچې دے دا زهٔ دَ الله پهٔ نوم آزادؤم۔ دَ دې مطلب دا وهٔ چې دا وړوکے به دَ دنیا څهٔ کار روزګار نهٔ کوی۔ نهٔ به وادهٔ کوی۔ ټول عمر به دَ ګرجې خدمت اؤ دَ الله عبادت کوی۔ اے الله تهٔ زما دا نذر قبول کړې۔ تهٔ زما دعا اورې اؤ زما پهٔ نیت خبر ېٔ۔ دې کښې اشاره ده چې الله هلک راکړې ځکه چې جینکۍ دَ ګرجې خدمت دپاره نهٔ شوې اخستے۔ رواج صرف دَ هلکانو وهٔ۔
فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ اِنِّیْ وَضَعْتُهَاۤ اُنْثٰی١ؕ وَ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ١ؕ وَ لَیْسَ الذَّكَرُ كَالْاُنْثٰی١ۚ وَ اِنِّیْ سَمَّیْتُهَا مَرْیَمَ وَ اِنِّیْۤ اُعِیْذُهَا بِكَ وَ ذُرِّیَّتَهَا مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ۝۳۶
بیا کله چې ېٔ وځېګوله نو هغې ووېٔ اے ربه ما وځېګؤله جینۍ ف۵۴ اؤ الله ته ښهٔ معلوم دی څهٔ چې مې ځېګؤلی وو اؤ کهٔ ځوے نهٔ وی لکه دَ دې لور، ف۵۵ اؤ ما دَ دې نوم مریم کېښود اؤ زهٔ دا اؤ دَ دې اولاد ستا پهٔ پناه کښې درکؤم دَ شیطان رټلی شوی نه۔ ف۵۶
ف۵۴: هغې دا ډېر دَ افسوس نه ووېٔ۔ ګویا کهٔ دَ هغې نذر قبول نهٔ شو۔ ځکه چې جینکۍ دَ ګرجې دَ خدمت دپاره نهٔ قبلېدے۔
ف۵۵: وَ لَیْسَ الذَّكَرُ كَالْاُنْثٰی دا پهٔ مینځ کښې دَ حق تعالیٰ دَ طرف نه جمله معترضه ده۔ ورپسې بیا دَ عمران دَ ښځې کلام دے۔ یعنی الله تعالیٰ خبر دے چې ستا نه څهٔ پیدا شوی دی، خو تهٔ دَ دې جینۍ پهٔ قدر څهٔ پوهېږې ۔ دا جینۍ دَ هغه هلک نه ښهٔ ده چې تا غوښتو۔ دا ډېره بختوره اؤ ډېره پاکه اؤ قدرمنه ده۔
ف۵۶: الله تعالیٰ دَ هغې دا دعا قبوله کړه۔ حدیث شریف دے۔ چې وړوکے چې پیدا شی اؤ زمکې ته ورسی نو شیطان ورباندې لاس وهی لېکن مریم بی بی اؤ عیسٰیؑ دَ دې نه مستثنٰی دی۔ یعنی دې دواړو باندې دَ شیطان لاس نهٔ دے لګېدلے۔ دا حدیث چې دَ نورو حدیثونو سره یو ځاېٔ شی نو مطلب ېٔ دا راوځی چې دَ وړوکی پیدائش اصلی پهٔ صحیح فطرت باندې کیږی۔ اؤ صحیح فطرت دَ اسلام اؤ ایمان تقاضا کوی، چې دَ هغې اثر دَ لوی والی نه پس معلومیږی خو دَ ګېرچاپېر حالاتو اؤ خارجی اثراتو پهٔ وجه دَ هغهٔ خپل فطرت دغسې بند پاتې شی۔ پهٔ حدیث شریف کښې دَ دې حالاتو دَ اثر نه داسې تعبیر شوے دے فَاَبَوَاہُ یُھَوِّدَانِهٖ اَوۡ یُنَصِّرَانِهٖ (بیا ېٔ مور پلار یا یهودی کړی یا نصرانی) بیا څنګه چې دَ ایمان اؤ اطاعت جوهر پهٔ اصلی فطرت کښې کېښودے شوے دے۔ هم دغه شان خارجی اثر هم ورباندې دَ پیدا کېدو سره شروع کیږی۔ اؤ دَ دغې تعبیر دَ شیطان پهٔ لاس وړو شوے دے۔ بیا دا ضروری نهٔ ده چې هر وړوکے دې دَ شیطان اثر قبول کړی اؤ کهٔ هغه وخت سره پرې څهٔ اثر وشی هم نو دا بیا ضروری نهٔ ده چې هغه اثر دې تر آخره قائم وی۔ کېدے شی چې نیک ماحول اؤ ښهٔ تربیت هغه اثر ورک کړی۔ دَ ټولو نبیانو اؤ پېغمبرانو دَ پاکیٔ ذمه داری الله تعالیٰ اخستے ده۔ نو فرض کړه کهٔ دَ پیدائش سره هغوی ته شیطان لاس ور وړے هم وی خو هغوی باندې ېٔ څهٔ اثر نهٔ دے کړے۔ هغوی پهٔ خپل اصلی فطرت پاتې شوی دی اؤ دَ هرې ګناه نه معصوم دی۔ فرق صرف دومره دے چې مریم بی بی اؤ عیسٰیؑ الله تعالیٰ پهٔ څهٔ خاص مصلحت اؤ حکمت دَ شیطان دَ لاس وړو نه هم بالکل بچ کړی دی۔ اؤ نور نبیان ېٔ هم دَ شیطان دَ اثر نه همېشه دپاره بچ ساتلی دی۔ نبیان ټول معصوم اؤ دَ شیطان دَ اثر نه پاک وی۔
فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُوْلٍ حَسَنٍ وَّ اَنْۢبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا١ۙ وَّ كَفَّلَهَا زَكَرِیَّا١ؕۚ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَیْهَا زَكَرِیَّا الْمِحْرَابَ١ۙ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا١ۚ قَالَ یٰمَرْیَمُ اَنّٰی لَكِ هٰذَا١ؕ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ۝۳۷
بیا قبوله کړه الله هغه پهٔ ښهٔ قبلؤنه اؤ لویه ېٔ کړه پهٔ ښهٔ لویؤنه، اؤ وېٔ سپارله هغه زکریاؑ ته ۔ف۵۷ کله چې زکریاؑ دَ هغې حجرې ته راغلو۔ وبه ېٔ موندو دَ هغې سره څهٔ خوراک، ف۵۸ وېٔ وئیل اے مریم تا سره دا خوراک چرته وهٔ ، هغې ووېٔ دا دَ الله دَ طرفه راځی۔ بې شکه الله روزی ورکوی چاله چې وغواړی بې اندازې۔ ف۵۹
ف۵۷: هغه کهٔ هر څو جینۍ وه خو الله تعالیٰ دَ عمران دَ ښځې دا نظر قبول کړو ۔ اؤ دَ بیت المقدّس منجورانو ته ېٔ زړهٔ کښې دا واچؤله چې دَ عام رواج خلاف دا جینۍ هم دَ بیت المقدّس دَ خدمت دپاره قبول کړی۔ دَ مریم بی بی تربیت حضرت زکریا علیه السّلام ته حواله شو۔ الله تعالیٰ هغې ته جسمانی ، روحانی ، علمی ، اخلاقی هر حیثیت سره فضیلت ورکړے وهٔ۔ پهٔ زکریا علیه السّلام دَ هغې ترور وادهٔ وه۔ دواړو دَ دې دَ تربیت ډېر خیال ساتلو۔ کله چې هغه لویه شوه نو پهٔ بیت المقدّس کښې دَ هغې دَ عبادت دپاره یوه حجره خاصه مقرر شوه۔ هغې به دَ ورځې پکښې عبادت کؤلو اؤ دَ شپې به ترور کره تله۔
ف۵۸: اکثرو عالمانو دَ رزق نه مراد ظاهری رزق اخستے دے۔ وائی چې دَ مریم بی بی پهٔ حجره کښې به بې موسمه مېوې پرتې وې۔ دَ وړی مېوې به پهٔ ژمی کښې اؤ دَ ژمی پهٔ وړی کښې۔ اؤ دَ مجاهدؒ یو روایت دے چې دَ رزق نه مراد روحانی رزق یعنی صحیفې دی۔ بهرحال اوس دَ مریم بی بی بزرګیٔ اؤ کرامت نخښې څرګندې شوے وې۔ یوه ورځ ترېنه زکریاؑ تپوس وکړو چې مریم ستا سره دا څیزونه دَ کوم ځائې نه راځی ، څوک ېٔ درته راؤړی؟
ف۵۹: هغې جواب ورکړو۔ دَ الله پهٔ قدرت دا څیزونه ماته دغسې رارسی څهٔ ظاهری اسباب ېٔ نشته۔
هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِیَّا رَبَّهٗ١ۚ قَالَ رَبِّ هَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ ذُرِّیَّةً طَیِّبَةً١ۚ اِنَّكَ سَمِیْعُ الدُّعَآءِ۝۳۸
هم پهٔ دغه ځائې کښې زکریاؑ دعا وغوښته دَ خپل رب نه وېٔ وئیل اے زما ربه راکړے ماته پاک اولاد۔ بې شکه تهٔ دعا اورېدونکے ېٔ۔ ف۶۰
ف۶۰: حضرت زکریا علیه السّلام ډېر بوډا شوے وهٔ۔ ښځه ېٔ شنډه وه ، اولاد ېٔ نهٔ وهٔ۔ هغهٔ چې دَ مریم بی بی دا کرامت ولیدو نو زړهٔ ته ورته دا راغله چې راشه تهٔ هم دلته دَ الله نه دَ اولاد سوال وکړه کهٔ دَ دې بی بی پهٔ برکت تا ته هم بې موسمه مېوه یعنی بې ظاهری طمع اولاد درکړی نو څهٔ ګرانه نهٔ ده۔
فَنَادَتْهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَ هُوَ قَآىِٕمٌ یُّصَلِّیْ فِی الْمِحْرَابِ١ۙ اَنَّ اللّٰهَ یُبَشِّرُكَ بِیَحْیٰی مُصَدِّقًۢا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ سَیِّدًا وَّ حَصُوْرًا وَّ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۳۹
بیا هغهٔ ته فرښتو آواز وکړو اؤ هغه پهٔ نمانځه ولاړ وهٔ خپله کوټه کښې دننه ، چې الله زېرے درکوی تاته دَ یحییٰ ف۶۱ چې تصدیق به کوی دَ الله تعالیٰ دَ یو حکم ف۶۲ اؤ سردار به وی اؤ ښځو ته به نهٔ نژدے کیږی اؤ پېغمبر ف۶۳ به وی دَ صالحانو نه۔ ف۶۴
ف۶۱: دَ هغهٔ دعا الله تعالیٰ قبوله کړه فرښتو زېرے ورکړو چې ستا به ځوے وشی دَ هغهٔ نوم به یحیٰی وی۔
ف۶۲: دَ دې حکم نه مطلب دَ عیسٰی علیه السّلام پیدائش دے چې دَ الله پهٔ حکم بې پلاره پیدا شوے وهٔ۔ یحیٰی علیه السّلام خلقو ته ډېر مخکښې دَ دې خبر ورکؤلو چې حضرت مسیحؑ به پیدا کیږی۔
ف۶۳: یعنی دَ دنیا دَ خواهشاتو نه به ځان ډېر بچ ساتی اؤ پهٔ عبادت کښې به داسې مشغول وی چې ښځو ته به ګوری هم نه۔ دا دَ حضرت یحیٰیؑ خصوصیت وهٔ۔ دَ دې نه امّتِ محمّدیﷺ ته څهٔ قاعده نهٔ جوړیږی چې ګنې نکاح نهٔ کؤل اؤ ټول عمر دغسې بې وادهٔ تېرؤل څهٔ ښهٔ کار دے۔ زمونږ دَ رسول اکرمﷺ دا کمال وهٔ چې هغویﷺ دَ دنیاوی معاشرت سره سره کمالِ عبادت هم کؤلو۔ دین اؤ دنیا ېٔ دواړه جمع کړی وو۔
ف۶۴: مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ: دَ صلاح و رشد اعلیٰ مرتبه نبوّت دے۔ یا دلته دَ صلاح نه ښائست مراد دے۔ یعنی ښایٔسته به وی۔ دَ باطن دَ اعلیٰ مرتبې سره به الله تعالیٰ ظاهری حسن هم ډېر ورکړے وی۔
قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّ قَدْ بَلَغَنِیَ الْكِبَرُ وَ امْرَاَتِیْ عَاقِرٌ١ؕ قَالَ كَذٰلِكَ اللّٰهُ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ۝۴۰
هغهٔ ووېٔ اے ربه دَ کومې به زما ځوے وشی چې پهٔ ما باندې بوډا والے اؤ ښځه مې شنډه ده ، ووېٔ الله ، هم دغه شان کوی الله څهٔ چې ېٔ خوښه وی۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی دَ الله تعالیٰ قدرت اؤ دَ هغهٔ اراده دَ اسبابو پابند نهٔ ده۔ اګرچې پهٔ دې عالمِ اسباب کښې دَ الله تعالیٰ عادت دا دے چې دَ هر شی دپاره ېٔ خپل سبب پیدا کړے دے اؤ اکثر یو شے هله پیدا کوی چې دَ هغهٔ سبب موجود شی خو کله کله دَ عام عادت نه خلاف کار هم دَ خاص حکمت دپاره کوی۔ یعنی کله کله دَ عامو اسبابو نه بغېر هم شے پیدا کوی۔ پهٔ اصل کښې بی بی مریم ته پهٔ خاص طریقه بې موسمه مېوې راستؤل۔ دَ حضرت زکریاؑ دَ هغې پهٔ هجره کښې دعا غوښتل اؤ هغه قبلېدل۔ اؤ شنډې ښځې اؤ بوډا سړی ته اولاد ورکؤل دا ټول نا اشنا کارونه اؤ دَ قدرت دَ طرف نه دَ دغې غټې غېر معمولی واقعې دپاره علامې اؤ نښانې وی۔ چې دَ مریمؑ دَ بدن نه به دَ ظاهری سبب یعنی دَ سړی دَ نژدېکت نه بغېر وړوکے پیدا کیږی۔ ګویا کهٔ دَ یحیٰیؑ پهٔ پیدائش دَ كَذٰلِكَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ وېنا تمهید وهٔ دَ كَذٰلِكَ اللّٰهُ یَخۡلُقُ مَا یَشَآءُ دپارہ کوم چې دَ عیسٰیؑ دَ غېر معمولی ولادت پهٔ سلسله کښې راځی۔
قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً١ؕ قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَةَ اَیَّامٍ اِلَّا رَمْزًا١ؕ وَ اذْكُرْ رَّبَّكَ كَثِیْرًا وَّ سَبِّحْ بِالْعَشِیِّ وَ الْاِبْكَارِ۠۝۴۱
هغهٔ ووېٔ اے ربه مقرره کړه ما ته څهٔ نخښه، ف۶۶ نخښه دا ده چې تهٔ خبرې نهٔ شې کؤلے دَ خلقو سره درے ورځې مګر پهٔ اشاره ، ف۶۷ اؤ یاد کړه خپل رب ډېر اؤ تسبیح وایه ماښام اؤ سحر ف۶۸
ف۶۶: داسې نخښه چې دَ هغې نه معلومه شی چې حمل ځائې نیؤلے دے۔ چې دَ دې علامې پهٔ لیدو دَ الله تعالیٰ ډېر ډېر شکر ادا کړې شی۔
ف۶۷: یعنی کله چې پهٔ تا داسې حالت راشی چې دَ خلقو سره بې اشارې خبرې نهٔ شې کؤلے اؤ ستا ژبه خالص ذِکر الٰهی دپاره وقف شی نو تهٔ پوهه شه چې اوس حمل ځائې نیؤلے دے۔ سبحان الله علامه هم ورته داسې مقرره شوه چې دَ هغې غرض چې کوم دَ نعمت شکریه ادا کؤل وو هغه هم پهٔ داسې طریقه حاصله شوه چې دَ الله دَ شکر اؤ حمد و ثنا نه بغېر پهٔ بل څهٔ هډو ژبه ګرځی نه اؤ دَ سحر نه تر ماښامه بس صرف ذِکر الٰهی کښې مشغول وی۔
ف۶۸: یعنی پهٔ دې ورځ کښې سحر اؤ ماښام پهٔ ذِکر اؤ فکر کښې مشغول وسه۔ دَ خلقو سره خبرې نهٔ کؤل خو مجبوری وه۔ لېکن ذِکر اؤ فکر کښې مشغولېدل مجبوری نهٔ وه۔ پهٔ دغه وخت کښې بل کار هم کېدے شو۔ پهٔ دې وجه ورته امر وشو چې دا وخت پهٔ بل څهٔ مهٔ خرڅ کوه۔ ذِکر اؤ فکر پکښې ډېر ډېر کوه چې دَ دې نعمت شکریه ادا کړې شی۔
وَ اِذْ قَالَتِ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یٰمَرْیَمُ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰىكِ وَ طَهَّرَكِ وَ اصْطَفٰىكِ عَلٰی نِسَآءِ الْعٰلَمِیْنَ۝۴۲
اؤ کله چې فرښتو ووېٔ اے مریم ، بې شکه الله غوره کړې اؤ پاکه ېٔ کړې اؤ غوره ېٔ کړې دَ ټولې دنیا پهٔ ښځو کښې ف۶۹
ف۶۹: دَ حضرت زکریاؑ اؤ یحیٰیؑ ذکر ترمینځه عارضی راغلے وهٔ۔ دَ مناسبت پهٔ وجه اوس بیا دَ عمران دَ کورنۍ دَ غوره والی اؤ دَ مریم بی بی اؤ عیسٰیؑ قصه شروع شوه۔ نو دَ عیسٰیؑ نه وړومبے دَ هغهٔ دَ والدې فضیلت اؤ بزرګی بیانیږی چې فرښتو ورته ووېٔ چې تهٔ الله تعالیٰ دَ وخته غوره کړے ېٔ چې دَ عام رواج نه خلاف ېٔ دَ نذر دپاره قبوله کړې۔ اؤ پاک ستره طبیعت اؤ ظاهری و باطنی صفائی ېٔ درکړه اؤ دَ ټولې دنیا پهٔ ښځو ېٔ تا ته یو خاص قسم فضیلت اؤ بزرګی درکړه۔ یعنی ستا پهٔ بدن کښې ېٔ داسې طاقت کېښودو چې بغېر دَ سړی دَ نژدے کېدو ستا دَ ګېډې نه یو اُولوالعزم پېغمبر پیدا شو چې پهٔ دنیا کښې دَ امت بلې ښځې ته نهٔ دې دورکړې شوے۔
یٰمَرْیَمُ اقْنُتِیْ لِرَبِّكِ وَ اسْجُدِیْ وَ ارْكَعِیْ مَعَ الرّٰكِعِیْنَ۝۴۳
اے مریم دَ خپل رب بندګی وکړه اؤ سجده وکړه ف۷۰ اؤ رکوع وکړه دَ رکوع کونکیو سره۔ ف۷۱
ف۷۰: یعنی الله تعالیٰ چې تا ته دومره لوئی اؤ فضیلت درکړو نو تا ته پکار دی چې ډېر پهٔ اخلاص سره دَ هغهٔ عبادت وکړې اؤ پهٔ دې طریقه دَ هغهٔ دَ فضل شکریه ادا کړې۔
ف۷۱: دَ رکوع کونکیو سره رکوع نه مطلب دَ جمعې نمونځ کؤل دی۔ امام سره کهٔ څوک صرف رکوع لاندې کړی نو پهٔ هغه رکعت کښې به شریک ګڼلے شی کهٔ قیام ېٔ دَ امام سره نهٔ وی کړے هم۔ پهٔ دې وجه دَ جمعې دَ نمانځه نه پهٔ رکوع سره تعبیر وشو۔ پهٔ دې طریقه کهٔ اُقْنُتِیْ کښې دَ قنوت نه مراد قیام واخستے شی نو قیام۔ رکوع۔ سجده ، دَ نمانځه درے واړه ضروری ارکان به هم پکښې راشی۔ کېدے شی چې دغه وخت کښې عامو ښځو ته هم دَ جمعې دَ نمانځه اجازت وهٔ یا دَ خاص حفاظت پهٔ شکل کښې ورته اجازت وهٔ۔ یا صرف بی بی مریم ته پهٔ خپله حجره کښې دَ جمعې دَ نمانځه سره دَ شریکېدو اجازت شوے وی۔ دا ټول احتمالات ممکن دی۔ ولله اعلم۔
ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهِ اِلَیْكَ١ؕ وَ مَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ یُلْقُوْنَ اَقْلَامَهُمْ اَیُّهُمْ یَكْفُلُ مَرْیَمَ١۪ وَ مَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ۝۴۴
دا خبرونه دَ غېبو دی چې مونږ ېٔ تا ته راستوؤ۔ ف۷۲ اؤ تهٔ نهٔ وې دَ هغوی سره څهٔ وخت ېٔ چې غورځؤل خپل قلمونه۔ چې څوک به پرورش کوی دَ مریم ، اؤ تهٔ نهٔ وې هغوی سره کوم وخت چې هغوی جګړه کؤله۔ ف۷۳
ف۷۲: یعنی پهٔ ظاهره نهٔ تا ته خپله لیکل لوستل درځی اؤ نهٔ دې دَ اهلِ کتابو سره داسې ناسته پاسته شته چې دَ هغوی نه به خبر شوے وې اؤ دَ زړې زمانې داسې تحقیقی اؤ رښتیا واقعات دَ اهل کتابو نه معلومېدے هم نهٔ شو۔ ځکه چې هغوی خو خپله دَ ضد اؤ حسد پهٔ وجه واقعات ټول مسخ کړی وو۔ بیا پهٔ دې آیتونو کښې داسې صحیح اؤ اصلی واقعات بیانېدل ، دَ دې خبرې پوره دلیل دے چې دا خبرونه تا ته دَ وحې پهٔ ذریعه راستؤلے شی۔ ځکه چې نهٔ دا واقعات تا پهٔ سترګو لیدلی اؤ نهٔ درسره دَ علم بل څهٔ ذریعه وه۔
ف۷۳: کله چې بی بی مریم پهٔ نذر کښې قبوله شوه نو هغه ښهٔ پاکه ماشومه وه۔ دَ منجورانو پهٔ دې جګره شوه چې دا ماشومه به اوس لویوی څوک۔ آخر فیصله پهٔ دې وشوه چې دَ تورات دَ لیکلو قلمونه دې هر څوک خپل قلم پهٔ روانو اوبو کښې واچوی۔ دَ چا قلم چې دَ اوبو سره ونهٔ بهېدو۔ پهٔ اوبو کښې پهٔ بره مخه روان شو هغه به دَ دې وړې پرورش کوی۔ دَ الله پهٔ قدرت دَ حضرت زکریا علیه السّلام قلم پهٔ بره روان شو۔ اؤ بی بی مریم هغهٔ ته دَ تربیت دپاره حواله شوه۔ هغهٔ دَ بی بی مریم دَ ترور خاوند وهٔ۔ پهٔ دې طریقه دَ هغې پرورش تقریباً پهٔ خپل کور کښې وشو۔ الله تعالیٰ هغې ته ډېر ښهٔ طبیعت اؤ تېز فهم ورکړے وهٔ۔
اِذْ قَالَتِ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یٰمَرْیَمُ اِنَّ اللّٰهَ یُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ١ۖۗ اسْمُهُ الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ وَجِیْهًا فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ وَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَۙ۝۴۵
کله چې ووېٔ فرښتو اے مریم ، بې شکه الله تا ته زېرے درکوی دَ خپل یو حکم چې دَ هغهٔ نوم مسیح دے عیسٰی ځوے دَ مریم دَ لوئے مرتبې خاوند پهٔ دنیا کښې اؤ پهٔ آخرت کښې اؤ دَ الله دَ مقربو نه۔ ف۷۴
ف۷۴: حضرت عیسیٰؑ ته دلته اؤ پهٔ نورو ډېرو آیتونو اؤ حددیثونو کښې کلمة الله وئیلے شوے دے۔ داسې خو کلمات الله بې شمېره دی۔ لکه سورة کهف کښې وئېلی شوی دی قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّیْ وَ لَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا۝۱۰۹
)ته ورته ووایه کهٔ سمندر دَ الله تعالیٰ دَ نښانو دَ لیکلو دپاره سیاهی شی نو سمندر به ختم شی وړومبے دَ دې نه چې دَ الله تعالیٰ نښانې ختمې شی۔ اګر کهٔ مونږ دَ دې پهٔ شان نورې سیاهیٔ هم راؤړو(
یعنی کهٔ نور سمندرونه هم ورسره کړو۔ بیا هم دَ الله تعالیٰ دَ ټولو نښانو پوره لیکل ممکن نهٔ دی۔ دلته حضرت عیسیٰؑ ته ”کلمة الله“ )دَ الله حکم( پهٔ دې وئیلے شوے دے چې دَ هغهٔ پیدائش دَ الله پهٔ حکم دَ دنیا دَ عام عادت نه خلاف بې پلاره شوے دے۔ اؤ کوم کار چې دَ عامو اسبابو نه خلاف دی دَ هغې نسبت الله تعالیٰ ته کیږی لکه دَ بدر پهٔ غزا کښې چې حضور اکرمﷺ یو موټے خاروې دَ کفارو لښکر طرف ته ویشتے وې ، هغه الله تعالیٰ دَ ټول لښکر سترګو ته ورسؤلے، اؤ دَ هغوی دَ شکست سبب ېٔ کړو۔ دَ هغې متعلق الله تعالیٰ فرمائی : وَ مَا رَمَیۡتَ اِذۡ رَمَیۡتَ وَ لٰکِنَّ اللہ رَمٰی۔
مسیح پهٔ اصل کښې دَ عبرانۍ ژبې ټکے دے پهٔ اصل کښې ماشیح یا مسیحا وهٔ، پهٔ عربۍ ژبه کښې ترېنه مسیح جوړ شو۔ دَ دې معنٰی ده مبارک اؤ بختور۔ باقی دجال ته چې مسیح وئیلے شی هغه دَ عربۍ ژبې ټکے دے دَ هغې ډېرې معناګانې بیان شوی دی پهٔ خپله موقع به راشی۔ دَ حضرت مسیحؑ دویٔم نوم عیسٰیؑ دے۔ دا هم پهٔ اصل کښې دَ عبرانۍ ټکے ”ایشوع“ دے۔ عربۍ کښې ترېنه عیسٰیؑ جوړ شوے دے۔ دَ دې معنٰی ده سیّد اؤ سردار۔ دَقوم مشر۔ قرآن کریم کښې دَ حضرت عیسٰیؑ سره ابن مریم دَ نوم دَ یو حصې پهٔ خاص طور سره وئیلے شوے دے۔ خپله بی بی مریم ته دَ خوشخبریٔ پهٔ موقع دا وئیل چې دَ هغهٔ نوم به عیسٰی ابن مریم وی دې دپاره راغلے دے چې دَ هغهٔ دَ نوم نسبت به دَپلار پهٔ ځائې مور ته کیږی۔ اؤ دا معجزه به همېشه دپاره دَ دې نوم پهٔ وجه هم خلقو ته یاده پاتې کیږی۔ کېدے شی چې دَ دې بشارت پهٔ وخت دَ بی بی مریم پهٔ زړهٔ کښې دا خیال راغلے وې چې خلق به پهٔ دې یقین نهٔ کوی چې دا وړوکے بې پلاره پیدا شوے دے۔ پهٔ ما به هم تهمت لګوی۔ اؤ دهٔ ته به هم همېشه خراب نوم اخلی چې دهٔ ته به پرې تکلیف رسی۔ دې دپاره الله تعالیٰ فرمائی وَجِیْهًا فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ )هغه به پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې وجیهه یعنی دَ عزت اؤ مرتبې خاوند وی( څوک به ورته سپک نوم نهٔ شی اخستې۔ دلته دَ وجیهه لفظ داسې دے کهٔ دَ موسٰی علیه السّلام پهٔ حق کښې وئیلی شوی دی یٰٓاَیُّهَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تَکُوۡا کَاالَّذِیۡنَ اٰذَوۡا مُوۡسٰی فَبَرَّأَہُ اللہُ مِمَّا قَالُوۡا وَ کَانَ عِنۡدَاللہِ وَجِیۡهًا۔ )سورة الاحزاب آیت۶۹ ( ګویا څوک چې وجیهه دی هغوی الله تعالیٰ دَ دروغو تهمت اؤ الزام نه بچ کوی۔ دَ حضرت عیسٰی علیه السّلام پهٔ نسب چې څوک بد وائی یا هغهٔ له څوک پلار پیدا کوی یا ورته دَ الله ځوے وائی یامخلاف واقع هغهٔ ته مړ یا پانسی شوے وائی یا الله یا دَ الله ځوے وائی اؤ باطلې عقیدې هغهٔ طرف ته نسبت کوی دَ دې ټولو الزاماتو نه به هغه الله تعالیٰ بری اؤ پاک څرګند کړی اؤ دَ هغهٔ وجاهت اؤ پاکی به دَ ټولې دنیا پهٔ مخکښې ثابته کړی کوم وجاهت اؤ عزت چې هغهٔ ته دَ پیدائش پهٔ وخت ورکړې شوے وهٔ دَ هغې پوره پوره تکمیل به دَ هغهٔ دَ بیا دنیا ته راتلو نه پس کیږی۔ لکه څنګه چې دَ مسلمانانو عقیده ده۔ اؤ پهٔ آخرت کښې هم دَ هغهٔ دَ وجاهت اؤ براءت څرګندؤلو دپاره به ترېنه الله تعالیٰ تپوس وکړی : اَأَنۡتَ قُلۡتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُوۡنِیۡ وَ اُمِّیَ اِلٰهَیۡنِ مِنۡ دُوۡنِ اللہِ (الآیة)
دَ دې سوال جواب پهٔ ذریعه به دَ دنیا دَ ټولو اوّلینو اؤ آخرینو پهٔ مخکښې دَ هغهٔ دَ وجاهت ، عزّت اؤ براءت اظهار وشی۔ وَ مِنَ الۡمُقَرَّبِیۡنَ یعنی صرف دا نهٔ چې پهٔ دنیا کښې به دَ مرتبې خاوند وی بلکې دَ الله سره هم ډېر نژدے اؤ پهٔ خاصانو کښې شمار دے۔
وَ یُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَ كَهْلًا وَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۴۶
اؤ خبرې به کوی دَ خلقو سره دَ مور پهٔ غېږ کښې اؤ کله چې دَ پوره عمر شی نو دَ نیک بختو نه دے ، ف۷۵
ف۷۵: یعنی هغه به ډېر مهذب اؤ ډېر نیک وی۔ اول به دَ خلقو سره دَ مور پهٔ غېږ کښې عجیبه عجیبه خبرې وکړی اؤ بیا چې لوئے شی نو هم به خلقو ته عجیبه عجیبه خبرې کوی۔ دا دَ هغهٔ خاصې معجزې دی۔ دا الفاظ دَ بی بی مریم دَ تسلیٔ دپاره وئیلی شوی دی۔ دَ مخکښې بشارت نه پس ممکنه ده چې دَ هغې پهٔ زړهٔ کښې دا خیال پاتې شوے وی چې وجیهه اؤ دَ عزت مالک خو به چرته پهٔ لوئی والی کښې کیږی۔ اؤ خلق چې اوس ماته کومې خبرې کوی اؤ تهمت لګوی زهٔ به دَ هغې څهٔ جواب ورکؤم۔ نو دا ورته ووئیلی شو چې تهٔ ویره مهٔ کوه۔ هر څهٔ به وشی تهٔ چپ کښېنه کهٔ چا درنه تپوس کؤلو نو پهٔ اشاره ورته وایه چې نن ما دَ خبرو نه روژه نیؤلے ده ۔ دا وړوکے به درته پهٔ خپله حال ووائی۔ پهٔ سورت مریم کښې دا ټول تفصیل بیان شوے دے ۔ دلته فِی الۡمَهۡدِ خبرې کؤلو نه مطلب هم دغه خبرې دی۔ ځنی جاهلانو لیکلی دی چې دې آیت کښې بی بی مریم ته دا تسلّی ورکړې شوے ده چې هلک به ګونګے نهٔ وی۔ لکه دَ نورو وړو به پهٔ وړوکوالی کښې خبرې کوی اؤ چې لوئے شی هم به خبرې کوی۔ پهٔ اصل کښې هغوی دَ دې معجزې نه انکار کوی۔ عجیبه خبره ده چې الله تعالیٰ به خپله دَ قیامت پهٔ ورځ هغهٔ ته خطاب کوی۔ وَاذۡکُرۡ نِعۡمَتِیۡ عَلَیۡكَ وَ عَلٰی وَالِدَتِكَ اِذۡ اَیَّدۡتُّكَ بِرُوۡحِ الۡقُدُسِ تُکَلِّمُ النَّاسَ فِی الۡمَهۡدِ وَ کَهۡلًا۔ (زما هغه احسان یاد کړه چې پهٔ تا اؤ ستا پهٔ مور مې کړے دے چې پهٔ روح القدس (جبرئیلؑ) مې ستا مدد وکړو اؤ تا دَ خلقو سره پهٔ غېږ کښې اؤ چې لوئے شوې خبرې وکړې۔ آیا دلته هم خاص احسان دا ذکر شوے دے چې دَ نورو وړو پهٔ شان ېٔ وړوکوالی کښې خبرې کړی دی۔ دے کښې څهٔ خاص احسان شو؟ داخو ټول بنیادم کوی۔ نعوذ بالله من الغوایة والضلالة (خدایه پاکه دَ داسې ګمراهانو دَ لارې نه مونږ وساتې)
قَالَتْ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ وَلَدٌ وَّ لَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ١ؕ قَالَ كَذٰلِكِ اللّٰهُ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ١ؕ اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ۝۴۷
هغې ووېٔ اے ربه دَ کومې به وشی زما ځوئے چې لاس نه دے راؤړے ما ته یو بنیادم۔ ف۷۶ الله ووېٔ دغه شان الله تعالیٰ پیدا کوی څهٔ چې ېٔ خوښ وی ، کله چې اراده وکړی دَ څهٔ کار پس ووائی هغې ته چې وشه نو وشی۔ ف۷۷
ف۷۶: دَ دې نه معلومیږی چې دَ بشارت نه هغه پهٔ دې پوهه شوه چې وړوکے به هم پهٔ دغه شان حالت کښې کیږی بغېر دَ وادهٔ کېدو نه ګنی دَ دې تعجّب کؤلو ضرورت بیا څهٔ وهٔ؟
ف۷۷: یعنی هم دغه شان بغېر دَ سړی دَ نژدیکت نه به ستا ځوئے وشی ، دې کښې حیرانېږه مه الله تعالیٰ دَ زبردست طاقت ، مالک دے څهٔ چې غواړی اؤ څهٔ رنګ چې غواړی هغه کیږی۔ دَ هغهٔ دَ قدرت دپاره څهٔ حد نشته اؤ نهٔ هغه پهٔ خپلو کارونو کښې څهٔ اسبابو ته محتاج دے۔ دَ هغهٔ چې څهٔ خوښه وی هغه خپله کیږی۔
وَ یُعَلِّمُهُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ التَّوْرٰىةَ وَ الْاِنْجِیْلَۚ۝۴۸
اؤ وبه ښائی هغهٔ ته کتاب اؤ دَ پوهې خبرې اؤ تورات اؤ انجیل۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی هغهٔ ته به دَ آسمانی کتابونو تورات اؤ انجیل علم ورکړی اؤ دَ هغې باریکې اؤ دَ راز خبرې به ورته وښئی۔ اؤ کېدے شی چې دَ کتاب و حکمت نه مطلب قرآن کریم اؤ سنّتِ رسول اللهﷺ وی۔ ځکه چې دَ راکوزېدو نه پس به هغه دَ قرآن و سنّت مطابق فیصلې کوی اؤ دا هله کېدے شی چې دَ قرآن اؤ سنّت علم الله ورکړے وی۔ والله اعلم۔
وَ رَسُوْلًا اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ١ۙ۬ اَنِّیْ قَدْ جِئْتُكُمْ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ١ۙ اَنِّیْۤ اَخْلُقُ لَكُمْ مِّنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ فَاَنْفُخُ فِیْهِ فَیَكُوْنُ طَیْرًۢا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ۚ وَ اُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَ الْاَبْرَصَ وَ اُحْیِ الْمَوْتٰی بِاِذْنِ اللّٰهِ١ۚ وَ اُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَاْكُلُوْنَ وَ مَا تَدَّخِرُوْنَ١ۙ فِیْ بُیُوْتِكُمْ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَۚ۝۴۹
اؤ کړی به هغه پېغمبر بنی اسرائیلو ته۔ بې شکه زهٔ راغلے یم تاسو ته ستاسو دَ رب له طرفه دَ نښانو سره۔ ف۷۹ زهٔ جوړه ومه تاسو ته دَ خټې نه دَ یوې مرغۍ شکل ، بیا هغې ته پوکے ورکؤم نو هغه به دَ الله پهٔ حکم الوتونکے مرغۍ شی ، ف۸۰ اؤ ښهٔ کؤم پیدائشی ړوند اؤ دَ برص مریض اؤ ژوندی کومه مړی دَ الله پهٔ حکم ف۸۱ اؤ ښیٔم درته چې څهٔ مو خوړلی اؤ څهٔ مو جمع کړی پهٔ خپلو کورونو کښې ۔ ف۸۲ بې شکه پهٔ دې کښې ستاسو دپاره پوره نخښې دی کهٔ چرې تاسو یقین ساتیٔ۔
ف۷۹: یعنی دَ پېغمبریٔ نه پس به بنی اسرائیلو ته داسې وائی۔
ف۸۰: محض دَ یو څیز شکل جوړؤلو نه تعبیر پهٔ خَلۡق سره شوے دے دَ ظاهر پهٔ اعتبار۔ لکه څنګه چې حدیث شریف کښې دَ تصویر جوړونکیو پهٔ حق کښې راځی چې الله تعالیٰ به ورته وائی۔ اَحۡیُوۡا مَا خَلَقۡتُمۡ (تاسو چې څهٔ جوړ کړی دی اوس پکښې ساه واچویٔ) نو دلته تصویر جوړؤلو نه تعبیر پهٔ خلق سره شوے دے۔ یا قرآن کریم کښې چې راځی : فَتَبَارَكَ اللہُ اَحۡسَنُ الۡخَالِقِیۡنَ۔ دَ دې نه ظاهریږی چې دَ خَلۡق لفظ ظاهری شکل جوړؤلو پهٔ لحاظ استعمالېدے شی۔ ګنی خالقِ حقیقی خو صرف الله تعالیٰ دے۔ اؤ شاید دَ دې وجې نه دلته دا نهٔ دی وئیلی شوی۔ اِنِّیۡ اَخۡلُقُ مِنَ الطِّیۡنِ طَیۡرًا (چې زهٔ دَ خټې نه مرغۍ جوړؤم) بلکې دا ېٔ وئیلی دی ”دَ خټې نه دَ مرغۍ شکل جوړؤم“۔
بهرحال دا دَ عیسٰیؑ معجزه وه۔ اؤ وائی چې هغهٔ دا مرغۍ پهٔ وړوکوالی کښې جوړه کړے وه۔ الله تعالیٰ دَ هغهٔ پهٔ لاس داسې نا اشنا کارونه کؤل چې خلق دَ هغهٔ دَ لوئے مرتبې نه خبر شی ، اؤ دَ هغهٔ متعلق دې څهٔ سپکه خبره ونهٔ کړی۔ اؤ چې خلقو دَ الله دَ قدرت یو نمونه وښئی چې دَ هغهٔ پهٔ حکم زما پهٔ پوکی سره دَ خاؤرې نه ژوندیٔ مرغۍ جوړېدے شی۔ نو دَ یو پاکې بی بی پهٔ ګېډه کښې دَ جبرئیلؑ پهٔ پوکی بې پلاره وړوکے هم پیدا کېدے شی۔ دَ سورتِ مائده پهٔ آخر کښې به دَ عیسٰیؑ دَ معجزو متعلق نور تفصیل هم راځی ، هلته ېٔ وګوریٔ۔ خلاصه دا ده چې پهٔ حضرت عیسٰیؑ دَ ملکوتی اؤ روحانی کمالاتو غلبه وه ، ځکه ترېنه داسې معجزې څرګندېدې۔ لېکن کهٔ بشر ته پهٔ ملائیکو فضیلت حاصل وی اؤ ابو البشر آدم علیه السّلام مسجودِ ملائکه ګرځی نو پهٔ دې کښې څهٔ شک نشته چې کوم ذات چې پهٔ ټولو بشری کمالاتو کښې ( چې مجموعه دَ کمالاتِ روحانیه اؤ جسمانیه ده) پهٔ اعلیٰ مرتبه فائز دے هغه به دَ حضرت عیسٰیؑ نه افضل منلے شی۔ یعنی محمّد مصطفٰیﷺ ۔
ف۸۱: پهٔ دغه زمانه کښې پهٔ دې وطن کښې دَ حکیمانو زور وهٔ۔ نو حضرت عیسٰیؑ ته داسې معجزې ورکړې شوې چې دَ خپلې زمانې پهٔ خپل فنِ طب کښې ټول ماهران ورته حیران پاتې شی۔ بې شکه مړے ژوندې کؤل دَ الله تعالیٰ صفت دے پهٔ دې وجه ورسره بِاِذۡنِ اللہِ قید څرګند لګؤلے شوے دے ۔ لېکن عیسٰیؑ ېٔ پهٔ مینځ کښې واسطه وه ۔ ځکه ېٔ هغه ځان ته نسبت کړے دے۔ دلته دا وېنا چې (الله تعالیٰ پهٔ قرآن کریم کښې یا رسول اللهﷺ پهٔ احادیثو کښې دا اعلان کړے وې چې دَ ازل نه تر ابده یو مړے هم پهٔ دنیا کښې بیا ژوندې کېدے نهٔ شی) غلطه دعوه ده۔ دَ دې هېڅ ثبوت نشته۔ پهٔ قرآن کریم کښې چې فرمائیلی شوی دی فَیُمۡسِكُ الۡذِیۡ قَضٰی عَلَیۡهِ الۡمَوۡتُ۔ دَ دې مطلب دا دے چې دَ مړ کېدونکی روح الله تعالیٰ دَ ځان سره حصار کړی۔ اؤ دَ وودهٔ داسې نهٔ حصاروی۔ دَ دې نه دا کله ثابتېږی چې کوم روح ېٔ حصار کړے دے هغه به بیا هېچرې نهٔ راپرېږدی۔ یا ېٔ بیا دَ هغې دَ راپرېښو اختیار پاتې نهٔ شو۔ نعوذ بالله۔
یاد لریٔ: معجزه هغه کار دے چې الله تعالیٰ ېٔ دَ پېغمبر دَ صداقت ښکاره کؤلو دپاره دَ عام عادت نه خلاف وکړی۔ نو دَ کومو نصوصو نه چې دَ څهٔ کار پهٔ نسبت دَ الله تعالیٰ عام عادت څرګندیږی دَ هغې نصوصو نه داسې دلیل راوېستل چې دَ معجزو نفی ترې وشی ، دَ سره دَ معجزو انکار کؤل دی اؤ اؤ دَ خپل حماقت اظهار دے۔ معجزه کهٔ دَ عام قانون مطابق شی نو معجزه پهٔ څهٔ شوه۔ دَ حضرت عیسٰیؑ بې پلاره پیدا کېدل دَ ړوند اؤ برص مریض ښهٔ کؤل۔ مړے ژوندې کؤل ، دَ خټې نه مرغۍ جوړؤل داسې معجزې دی چې دَ ټولو تېرو شویو مشرانو ، سلفِ صالحینو اؤ اصحاب کرامو ورباندې اتفاق دے۔ دَ یو صحابی یا تابعی نه یو قول هم دَ دې پهٔ انکار کښې نشته۔ نن که ملحدان دا دعوه کوی چې دا خوارق منل دَ قرآن دَ محکماتو آیتونو خلاف دی نو ګویا کهٔ دوی داسې خبرو ته محکمات وائی چې دَ هغې پهٔ مطلب تر اوسه ټول امت نهٔ دے پوه شوے، بلکې دوی ټول محکمات پرېږدی اؤ پهٔ متشابهاتو پسې ګرځی۔ ګویا کهٔ دَ دې ملحدانو نه علاوه پهٔ اُمّتِ مسلمه کښې دَهېچا دا توفیق نهٔ وهٔ چې دا متشابهات ېٔ محکماتو ته راجمع کړے وې۔ نعوذ بالله۔ هغه خبره خو دا ده چې دَ کومو آیتونو ظاهری معنٰی تر اوسه پورې دَ اُمت عالمانو هم دغسې منلے ده هغه ”محکمات“ دی۔ دَ هغې ظاهری معنیٰ ګډه وډه کؤل اؤ پهٔ اشعارو اؤ تشبیهاتو محمول کؤل ، اؤ دَ معجزو دَ نفی دپاره دَ عام عادت نه دلائل راؤړل پهٔ حقیقت کښې ګمراهی ده۔ الله تعالیٰ دې ترېنه مونږ ټول وساتی۔
ف۸۲: یعنی دَ ځنې تېرو خبرو اؤ ځنو راتلونکیو خبرو به تاسو ته دَ مخکښې خبر درکؤم۔ دَ عملی معجزو نه پس دا یوه علمی معجزه شوه۔
وَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَ لِاُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ حُرِّمَ عَلَیْكُمْ وَ جِئْتُكُمْ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ١۫ فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِ۝۵۰
اؤ تصدیق کوم دَ مخکښې کتاب چې تورات دے اؤ چې حلال کړم تاسو ته ځنې هغه څیزونه چې پهٔ تاسو حرام وو۔ ف۸۳ اؤ راغلے یم تاسو ته ستاسو دَ رب له طرفه ښکاره نخښو سره۔ پس تاسو دَ الله نه ویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ۔ ف۸۴
ف۸۳: یعنی دَ تورات تصدیق کوم چې دا دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه نازل شوے کتاب دے۔ دَ هغې عام اصول اؤ احکام به باقی ساتم اؤ دَ زمانې دَ حالاتو مناسب به دَ الله پهٔ حکم ځنې جزوی اؤ فروعی خبرو کښې تبدیلی کؤم۔ ځنې احکامو کښې چې مخکښې کومه سختی وه هغه به اوس ختمه شی دې ته څوک دَ نسخ نوم ږدی اؤ کهٔ دَ تکمیل۔ هغهٔ ته اختیار دے۔
ف۸۴: یعنی زما دَ صداقت نښانې اؤ معجزې مو ولیدې نو اوس دَ الله نه ویرېږیٔ اؤ زما خبرې ومنیٔ۔
اِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ١ؕ هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ۝۵۱
بې شکه الله رب دے زما اؤ رب دے ستاسو ، دَ هغهٔ بندګی کویٔ دا نېغه لاره ده۔ ف۸۵
ف۸۵: یعنی پهٔ ټولو خبرو کښې غټه خبره اؤ دَ ټولو اصل بنیاد دا دے چې الله تعالیٰ زما اؤ دَ خپل ځان دپاره یو شان رب ومنیٔ (زهٔ هم ستاسو پهٔ شان دَ الله تعالیٰ بنده یم، له ما نه الله یا دَ الله ځوے مهٔ جوړویٔ) دَ الله تعالیٰ بندګی اختیار کړیٔ۔ دَ هغې دپاره نېغه لار هم دغه توحید اؤ دَ رسولﷺ اطاعت دے۔
فَلَمَّاۤ اَحَسَّ عِیْسٰی مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ١ؕ قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ١ۚ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ١ۚ وَ اشْهَدْ بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ۝۵۲
بیا کله چې معلوم کړو عیسٰیؑ دَ دوی کفر، ف۸۶ وې وئیل څوک دے چې زما مدد وکړی الله دپاره، ف۸۷ ووېٔ دَ هغوی ملګریو مونږ یو دَ الله مددګار۔ ف۸۸ مونږ پهٔ الله یقین وکړو ، اؤ تهٔ دَ دې ګواه شه، چې مونږ حکم ومنلو۔ ف۸۹
ف۸۶: یعنی عیسٰیؑ ته دا معلومه شوه چې دوی زما خبره نهٔ منی بلکې تکلیف به رارسوی۔
ف۸۷: څوک چې زما ملګرتیا وکړی اؤ دَ حق مذهب پهٔ جاری کؤلو کښې زما مدد وکړی۔
ف۸۸: دَ الله تعالیٰ دَ امداد مطلب دا دے چې دَ هغهٔ دَ رسول اکرمﷺ اؤ دَ دین مدد وکړی لکه څنګه چې دَ مدینې منّورې انصارو دَ رسول اکرمﷺ امداد کړے وهٔ۔
ف۸۹: حواریان څوک وو اؤ هغوی ته دا لقب ولې ورکړې شو پهٔ دې کښې دَ عالمانو ډېر اقوال دی۔ چا وئیلی دی چې وړومبے چې عیسٰیؑ باندې کومو دوؤ کسانو ایمان راؤړے وهٔ هغوی دوبیان وو۔ جامې به ېٔ ستره کؤلے ځکه ورته حواری وئیلی شو۔ عیسٰیؑ هغوی ته ووېٔ تاسو جامې ستره کویٔ راځیٔ چې زهٔ درته دَ زړونو ستره کؤلو چل وښیٔم هغوی ورسره شو اؤ دَ هغهٔ خبره ېٔ ومنله۔ بیا دَ عیسٰیؑ دَ ټولو ملګړیو لقب حواری شو۔
رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا بِمَاۤ اَنْزَلْتَ وَ اتَّبَعْنَا الرَّسُوْلَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ۝۵۳
اے زمونږه ربه مونږ یقین وکړو پهٔ هغه څهٔ چې تا نازل کړی دی اؤ مونږ دَ پېغمبر تابعدار شو۔ نو مونږ ولیکه پهٔ منونکیو کښې۔ ف۹۰
ف۹۰: دَ پېغمبر پهٔ مخکښې اقرار کؤلو نه پس اوس دَ پروردګار پهٔ مخکښې اقرار کوی چې مونږ ستا پهٔ رسول ایمان راؤړو۔ انجیل منو ، پهٔ هغې به عمل کؤو۔ تهٔ زمونږ نوم دَ ایماندارو پهٔ فهرست کښې ولیکه۔ ګویا کهٔ دا دَ ایمان رجسټری وشوه چې بیا ترېنه څوک واپس نهٔ شی۔
وَ مَكَرُوْا وَ مَكَرَ اللّٰهُ١ؕ وَ اللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ۠۝۵۴
اؤ چل وکړو دوی اؤ چل وکړو ورسره الله اؤ دَ الله چل دَ ټولو نه بهتر دے۔ ف۹۱
ف۹۱: مکر وائی پټ اؤ لطیف تدبیر ته کهٔ دا تدبیر دَ ښهٔ کار دپاره وی نو ښهٔ دے اؤ کهٔ دَ بد فکار دپاره وی نو بد دے ځکه وَلَا یَحِیۡقُ الۡمَکۡرُ السَّیِّیءِ کښې دَ مکر سره دَ سَیِّءِ یعنی خراب قید لګېدلے دے۔ اؤ دلته الله تعالیٰ ځان ته خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ۠ فرمائی مطلب دا چې یهودو دَ عیسٰیؑ خلاف سازشونه شروع کړل تر دې چې بادشاه ېٔ هم دَ هغهٔ نه خلاف کړو چې دا ملحد دے۔ دَ موسٰیؑ دَ مذهب نه منکر دے اؤ یو نوے مذهب جوړوی۔ دَ نورو خلقو دین هم خرابوی۔ بادشاه دَ عیسٰیؑ دَ ګرفتاریٔ حکم وکړو دوی پهٔ دې تدبیرونو کښې لګیا وو۔ هلته الله تعالیٰ دَ هغهٔ دَ بچ کؤلو تدبیرونه کؤل۔ بېشکه دَ الله تعالیٰ تدبیر غالب دے دَ هغې جواب نشته۔
اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسٰۤی اِنِّیْ مُتَوَفِّیْكَ وَ رَافِعُكَ اِلَیَّ وَ مُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ جَاعِلُ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْكَ فَوْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ١ۚ ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاَحْكُمُ بَیْنَكُمْ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ۝۵۵
کله چې ووېٔ الله اے عیسٰی زهٔ به تا واخلم اؤ پورته به دې کړم ځان ته اؤ پاک به دې کړم دَ کافرانو نه۔ اؤ وبه ساتم هغه کسان چې ستا تابع دی غالب پهٔ هغه کسانو چې انکار کوی دَ قیامت دَ ورځې نه ، بیا هم زما طرف ته به تاسو ټول راګرځیٔ زهٔ به فیصله وکړم ستاسو ترمینځه دَ هغه خبرو چې تاسو پکښې جګړې کویٔ۔
فَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَاُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١٘ وَ مَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ۝۵۶
نو څوک چې کافران شول هغوی ته به عذاب ورکوم عذاب سخت پهٔ دنیا کښې اؤ پهٔ آخرت کښې اؤ نشته دَ دوی څوک مددګار۔
وَ اَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ۝۵۷
اؤ کومو کسانو چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل پوره پوره به ورکؤلے شی دَ هغوی حقونه ۔ اؤ دَ الله خوښ نهٔ دی بې انصافه۔ ف۹۲
ف۹۲: بادشاه سړی مقرر کړل چې عیسٰیؑ ګرفتار کړیٔ۔ پهٔ لویه لار کښې ېٔ پهٔ دار اوېزان کړیٔ اؤ داسې سزا ورکړیٔ چې نور خلق ترېنه عبرت واخلی۔ الله تعالیٰ عیسٰی علیه السلام ته خبر ورکړو اؤ تسلّی ېٔ ورکړه چې زهٔ تا دَ دوی لاس ته نهٔ پرېږدم اؤ نهٔ دوی تا ته څهٔ نقصان رسؤلے شی۔ دوی دا غواړی چې تا قتل کړی اؤ ستا دَ رسالت چې څهٔ مقصد دے دا ختم کړی۔ خو زهٔ به تا دَ دوی دَ مینځ نه اوچت کړم۔ اؤ ستا خپل څومره عمر چې مقرر دے هغه به پوره شی اؤ ستا دَ رسالت چې څهٔ مقصد وهٔ هغه به هم پوره شی۔ دوی دا غواړی چې خلق ستا دَ تابعداریٔ نه توبه ګار شی اؤ دَ دوی نه ویریږی۔ خو زهٔ به ستا تابعدارو ته داسې عزّت اؤ طاقت ورکړم چې دَ قیامت تر ورځې پورې به ستا پهٔ منکرانو باندې غالب وی۔ تر څو پورې چې ستا منکران یهود اؤ ستا منونکی عیسایان اؤ مسلمانان پهٔ دنیا کښې موجود وی نو ستا منونکی به پهٔ منکرانو همېشه غالب وی۔ بیا به یو وخت داسې راشی چې تهٔ اؤ ستا مخالف اؤ موافق خلق به ټول زما طرف ته راغونډیږی۔ پهٔ هغه وخت به زهٔ دَ ټولو جګړو فیصله وکړم اؤ ټول اختلافات به ختم شی۔ دا فیصله به کله کیږی۔ دَ دې تفصیل پهٔ آیت فَاَمَّا الَّذِیۡنَ کَفَرُوۡا فَاُعَذِّبُهُمۡ عَذَابًا شَدِیۡدًا فِی الدُّنۡیا وَالۡاٰخِرَۃِ کښې بیان شوے دے۔ یعنی دَ آخرت نه مخکښې پهٔ دنیا کښې به هم دَ هغې یوه نمونه ورته ښودلے شی۔ پهٔ دغه وخت کښې به کافران سخت پهٔ عذاب کښې مبتلا وی۔ هېڅ طاقت به دَ هغوی مدد نهٔ شی کؤلے۔ نهٔ به ېٔ څوک فریاد آوری۔ دَ دې پهٔ مقابله کښې به ایماندارو ته پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې پوره پوره اجرونه ورکؤلے شی اؤ دَ بې انصافه ظالمانو به خاتمه وشی۔ دَ مسلمانانو پخه عقیده ده چې کله یهودو خپل انتظام ښهٔ برابر کړو اؤ خپلې ناپاکې ارادې ېٔ ښې مضبوطې کړې نو الله تعالیٰ عیسٰی علیه السّلام هم دغسې روغ ژوندې آسمان ته اوچت کړو۔ دَ حضور اکرمﷺ نه پهٔ متواتر احادیثو کښې دا روایت دے چې قیامت ته نژدے چې پهٔ دنیاکښې کفر اؤ ګمراهی زیاته شی نو الله تعالیٰ به حضرت عیسٰیؑ دَ حضور اکرمﷺ دَ یو اُمتی اؤ وفادار جرنیل پهٔ حیثیت بیا دنیا ته راواستوی هغه به دجال قتل کړی اؤ دَ دجال تابعدار یهودیان به هم قتل کړی۔ یو یهودی به هم بچ پاتې نهٔ شی۔ دَ پټېدو ځائې به ېٔ چرته نهٔ وی۔ تر دې چې کاڼې بوټی به هم چغې وهی که یهودی چرته پټ شوے وی۔ چې دا دے دَ الله دښمن۔ نو عیسٰیؑ به هغوی قتل کړی اؤ دنیا به دَ کفر نه پاکه کړی۔ صلیب ( چې عیسایان ېٔ عبادت کوی) به مات کړی۔ اؤ دَ خرابو عقیدو اصلاح به وکړی۔ اؤ دنیا کښې به چرته هم کفر اؤ ګمراهی پاتې نهٔ شی۔ پهٔ دې وخت کښې به دَ ټولو جګړو اؤ اختلافی مسٔلو فیصله وشی۔ مذهبی اختلافات به ختم شی اؤ پهٔ ټوله دنیا کښې به خالص اسلام پاتې شی۔ دَ دغې وخت دپاره قرآن کریم کښې وئیلی شوی دی : وَ اِنۡ مِّنۡ اَهۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِهٖ قَبۡلَ مَوۡتِهٖ ( یو اهل کتاب یعنی یهودی به هم داسې نهٔ وی چې پهٔ عیسٰیؑ باندې دَ هغهٔ دَ مرګ نه مخکښې ایمان رانهٔ وړی) دَ دې آیت پوره بیان په سورتِ نساء کښې راځی۔ بهر حال زما پهٔ خیال ثُمَّ اِلٰی مَرۡجِعُکُمۡ صرف دَ آخرت سره متعلق نهٔ دے۔ دنیا و آخرت دواړو دپاره دے۔ لکه چې آیت کښې خپله دَ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ الفاظ دَ دې ګواهی ورکوی۔ پهٔ صحیح احادیثو کښې راځی چې دَ قیامت نه مخکښې به یوه داسې مبارکه ورځ راځی چې ټول اختلافات به ختم شی اؤ پهٔ ټوله دنیا کښې به صرف یو دینِ اسلام باقی پاتې شی۔ دَ دې آیت متعلق یو څو ضروری خبرې نورې هم یاد ساتل پکار دی دَ تَوَفّٰی دَ لفظ متعلق کلیات ابوالبقاء کښې لیکلی دی چې دَ تَوَفّٰی معنٰی پهٔ عام استعمال کښې مرګ اؤ قبضِ روح کیږی۔ اؤ دَ ادیبانو اؤ عالمانو پهٔ کلام کښې دَ تَوَفّٰی معنٰی یو شے پوره پوره اخستل اؤ قبضه کؤل دی۔ دَ تَوَفّٰی لفظ عام خلق خو دَ مرګ دپاره استعمالوی ګویا دَ مرګ دپاره استعمالوی۔ لېکن ادیبان اؤ بلیغان ېٔ دَ پوره پوره وصولؤلو پهٔ معنٰی کښې استعمالوی۔ ګویا دَ مرګ پهٔ معنٰی دَ دې لفظ استعمال هم ځکه کیږی چې پهٔ مرګ کښې هم الله تعالیٰ دَ بنیادم دَ یو اندام نه ، نه بلکې دَ پوره بدن نه روح قبض کړی۔ اوس کهٔ الله تعالیٰ دَ چا دَ روح سره ټول بدن هم قبض کړی نو دا خو پهٔ ښه طریقه تَوَفّٰی شوه چې هر څهٔ ېٔ قبضه کړل۔ پهٔ کومو لغاتو کښې چې دَ تَوَفّٰی معنٰی قبض روح لیکلے شوے ده ، هغوی دا انکار نهٔ دې کړے کهٔ دَ روح سره بدن هم قبضه شی نو دې ته تَوَفّٰی نهٔ شی وئیلے۔ البته اکثر چونکې قبضِ روح بغېر دَ بدن نه کیږی نو ځکه ورسره دَ دې ذکر نهٔ دے شوے ګنی دا لفظ پهٔ اصلی معنٰی کښې دَ بدن سره قبضِ روح ته هم شامل دے۔ بل ځائې کښې الله تعالیٰ هم دغه دَ تَوَفّٰی لفظ داسې استعمالوی: اللہُ یَتَوَفَّی الۡاَنۡفُسَ حِیۡنَ مَوۡتِهَا وَالَّتِیۡ لَمۡ تَمُتۡ فِیۡ مَنَامِهَا (سوره زمر رکوع ۵) ” الله تعالیٰ قبضه کوی روح دَ مرګ پهٔ وخت کښې اؤ دَ هغه چا نه چې مړ نهٔ وی دَ خوب پهٔ وخت کښې“ دلته کښې دَ روح قبض کؤلو دوه قسمه بیانیږی دَ مرګ پهٔ وخت کښې اؤ دَ خوب پهٔ وخت کښې۔ مطلب دا شو چې دَ تَوَفّٰی لفظ قرآن کریم یواځې دَ مرګ دپاره نهٔ راؤړی۔ دَ خوب دپاره هم راغلے دے۔ اصل کښې صرف دَ قبضه کؤلو پهٔ معنٰی استعمال دے بل ځائې کښې راځی: هُوَالَّذِی یَتَوَفّٰکُمۡ بِاللَّیۡلِ وَ یَعۡلَمُ مَا جَرَحۡتُمۡ بِالنَّهَارِ (سوره انعام رکوع ۷) ” هم هغه الله دے چې قبضه کوی تاسو دَ شپې اؤ هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې تاسو کویٔ دَ ورځې“
مطلب دا چې قرآن کریم لفظ تَوَفّٰی دَ خوب دپاره هم استعمالوی دَ دې نه مخکښې دَ خوب پهٔ معنٰی دا لفظ نهٔ شو راؤړے۔ ځکه چې خلقو ته دا پته نهٔ وه چې پهٔ خوب کښې الله تعالیٰ دَ بنیادم دَ بدن نه څهٔ شے (روح) قبضه کوی۔ قرآن کریم دَ مرګ اؤ دَ خوب حقیقت څرګند کړو اؤ دَ تَوَفّٰی لفظ ېٔ دَ خوب اؤ دَ مرګ دواړو دپاره استعمال کړو۔ نو کهٔ دغه شان دا لفظ دَ بدن سره روح قبض کؤلو دپاره استعمال شو نو پهٔ دې کښې دَ انکار اؤ تعجّب څهٔ خبره ده۔ بهرحال پهٔ دې آیت کښې دَ اُمّتِ مسلمه دَ ټولو مشرانو عالمانو دا متفقه فیصله ده چې دلته دَ تَوَفّٰی معنٰی مرګ نهٔ دے لکه څنګه چې دَ ابنِ عبّاسؓ دَ صحیح حدیث نه معلومیږی چې عیسٰیؑ الله تعالیٰ ژوندے آسمان ته خېژؤلے دے۔ حافظ ابن حجر عسقلانی پهٔ خپل کتاب ”تلخیص العبیر“ کښې لیکلی دی چې پهٔ دې دَ اُمّت اجماع ده اؤ ابن کثیر دَ عیسٰیؑ دَ آسمان نه راکوزېدو احادیثو ته دَ ”متواتر“ درجه درکړے ده۔ اؤ دَ امام مالکؒ قول ېٔ پهٔ دې نقل کړے دے هغه کهٔ دَ دې مادی دنیا نه لرې دَ فرښتو سره زرګونه کاله پهٔ آسمان کښې ژوندې اؤ تندست پاتې شی نو څهٔ بعیده نهٔ ده۔ حضرت قتادهؓ فرمائی: فَطَارَ مَعَ الۡمَلٰئِکَةِ فَهُوَ مَعَهُمۡ حَوۡلَ الۡعَرۡشِ وَصَرَ اِنۡسِیًّا مَلَکِیًٓا سَمَاوِیًّا اَرۡضِیًّا (بغوی)
پهٔ دې مسٔله باندې ډېر کتابونه لیکلی شوی دی لېکن پهٔ هغې ټولو کښې دَ شاه انور صاحب کشمیری کتاب عقیدة الاسلام ډېر نایاب، جامع اؤ مفید ترین کتاب دے۔
ذٰلِكَ نَتْلُوْهُ عَلَیْكَ مِنَ الْاٰیٰتِ وَ الذِّكْرِ الْحَكِیْمِ۝۵۸
دا مونږ اورؤو تا ته دَ آیتونو نه اؤ تحقیقی بیان۔
اِنَّ مَثَلَ عِیْسٰی عِنْدَ اللّٰهِ كَمَثَلِ اٰدَمَ١ؕ خَلَقَهٗ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ۝۵۹
بې شکه دَ عیسٰی مثال دَ الله سره پهٔ شان دَ آدمؑ دے ، چې جوړ ېٔ کړو دَ خاورې نه۔ بیا ېٔ ورته ووېٔ چې شهٔ نو شو۔ ف۹۳
ف۹۳: عیسایانو پهٔ دې خبره دَ رسول اکرمﷺ سره ډېر بحث وکړو چې عیسٰیؑ دَ الله ځوے دے چې رسول اکرمﷺ به انکار وکړو نو وې به ېٔ چې ښه نو تهٔ ووایه چې دَ الله ځوے نهٔ دے نو دَ چا ځوے دے۔ پهٔ دې دا آیت نازل شو چې دَ عیسٰیؑ خو مور وه۔ دَ آدمؑ نهٔ مور وه اؤ نهٔ پلار وهٔ کهٔ تش دغه ستاسو دلیل وی نو آدمؑ ته هم دَ الله ځوے وواییٔ کنه۔ اؤ تاسو هم دا نهٔ منیٔ۔
اَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْمُمْتَرِیْنَ۝۶۰
هغه حق دے کوم چې ستا رب وائی نو تهٔ مهٔ کېږه دَ شک کونکیو نه ف۹۴
ف۹۴: یعنی دَ عیسٰیؑ متعلق چې الله تعالیٰ څهٔ فرمائی هغه حق دی بې شکه۔ اؤ دوی چې څهٔ وائی دا خبره غلطه ده۔
فَمَنْ حَآجَّكَ فِیْهِ مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ اَبْنَآءَنَا وَ اَبْنَآءَكُمْ وَ نِسَآءَنَا وَ نِسَآءَكُمْ وَ اَنْفُسَنَا وَ اَنْفُسَكُمْ١۫ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَّعْنَتَ اللّٰهِ عَلَی الْكٰذِبِیْنَ۝۶۱
بیا کهٔ څوک جګړه کوی ستا سره پهٔ دے کښې پس دَ دې نه چې راغلو تا ته رښتونے خبر نو تهٔ ورته ووایه راځیٔ مونږ راوبلو خپل ځامن اؤ ستاسو ځامن اؤ خپلې ښځې اؤ ستاسو ښځې اؤ خپل ځانونه اؤ ستاسو ځانونه بیا زاری وکړو مونږ ټول اؤ لعنت اؤ ووایو دَ الله پهٔ هغه چا څوک چې دروغ وائی۔ ف۹۵
ف۹۵: الله تعالیٰ حکم وفرمائیلو چې دَ نجران دَ وفد عیسایان کهٔ دومره څرګند دلیلونو نه پس هم حق خبره نهٔ منی نو تهٔ ورته دَ مباهلې دعوت ورکړه۔ چې دواړه ډلې دَ خپل بال بچ سره پهٔ یو میدان کښې جمع شو اؤ الله تعالیٰ ته ډېر پهٔ زاریٔ اؤ منت سوال وکړو چې څوک پهٔ غلطه وی پهٔ هغهٔ دې الله تعالیٰ عذاب اؤ لعنت نازل کړی نو معلومه به شی چې څوک رښتونی دی اؤ څوک پهٔ دروغو ولاړ دی۔ دَ مباهلې خبره چې ېٔ واورېده نو دَ جرګې مشرانو مهلت وغښتو چې خپلو کښې صلاح کؤو نو بیا به جوب درکړو۔ دوی چې سره بیل شول نو خپلو مشرانو ورته ووېٔ۔ تاسو ته خو ښهٔ پته ده اؤ پهٔ زړونو کښې ښهٔ پوه ییٔ چې محمّدﷺ دَ الله رسول دے۔ دَ حضرت عیسٰیؑ متعلق هغه بالکل رښتونی اؤ صفا خبرې وکړې اؤ تاسو ته دا هم معلومه ده چې الله تعالیٰ پهٔ بنی اسماعیلو کښې دَ یو رسول راستؤلو وعده کړے ده څهٔ بعید نهٔ ده چې دا هم هغه رسول دے اؤ دَ یو رسول سره مباهلې کؤلو مطلب دا دے چې زمونږ قوم به داسې تباه شی چې یو بچے به هم ژوندے پاتې نهٔ شی۔ اؤ دَ پېغمبر دَ لعنت اثر به تر نسلونو پورې چلیږی۔ موجوده نسل څهٔ چې راتلونکی نسلونه به هم تباه و برباد شی۔ نو ښهٔ دا ده چې دَ محمّدﷺ سره صلح وکړو اؤ واپس لاړ شو۔
دوی چې دَ خپلې صلاح نه راواپس شول نو حضور اکرمﷺ دَ حضرت حسنؓ ، حضرت حسینؓ ، بی بی فاطمېؓ اؤ حضرت علیؓ سره میدان ته دَ مباهلې پهٔ نیت راوتی وو۔ دَ نجران دَ جرګې مشر پادری چې دوی ولیدل نو خپل قوم ته ېٔ ووې۔ دا داسې نورانی څهرې دی چې دَ دوی سره مباهله کؤل ځان تباه کؤل دی۔ دَ دوی بد دعا خو غر هم دَ خپل ځاېٔ نه خوزؤلے شی۔ آخر دا چې جرګې دَ صلح تجویز پېش کړو۔ سالانه جزیه ېٔ ومنله اؤ واپس شول چې هغوی لاړل نو حضور اکرمﷺ وفرمائیل کهٔ دوی مباهله کړے وې نو دَ یو کال دننه به دَ عیسایانو ټول نسل تباه شوے وهٔ۔
تنبیه: پهٔ جقرآن کریم کښې دَ دې څهٔ ذکر نشته چې مباهله دَ حضور اکرمﷺ نه پس هم کېدے شی کهٔ نه۔ یا دا چې دَ مباهلې اثر به همېشه هم دغه شان وی لکه دَ حضور اکرمﷺ دَ مباهلې چې وهٔ۔ دَ ځنې حنفی عالمانو دَ قولونو نه معلومیږی چې اوس هم پهٔ هغه خبرو کښې دَ کومو ثبوت چې بالکل یقینی وی دَ منکرانو سره مباهله کؤل جائز دی۔ دا ضروری نهٔ ده چې مباهله کښې دې واړهٔ اؤ زنانه هم شریک کړې شی اؤ نهٔ دا ضروری ده چې پهٔ مخالفینو دې هغه شان عذاب راشی لکه دَ حضورﷺ پهٔ مباهله کښې چې وهٔ۔ بلکې دا خو یو قسم دَ بحث ختمؤلو اؤ بیان بازیٔ ختمؤلو یوه طریقه ده۔
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ١ۚ وَ مَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۶۲
بې شکه هم دغه دے رښتونے بیان۔ اؤ نشته دَ عبادت لائق بل هېڅوک بې دَ یو الله نه ف۹۶ اؤ بې شکه هم دغه الله زبردست دے دَ حکمت خاوند۔ ف۹۷
ف۹۶: دَ مباهلې دَ دعوت سره دا وښودلے شوه چې مباهله پهٔ دې خبره ده چې دَ عیسٰیؑ متعلق دَ قرآن بیان رښتونے دے اؤ الله تعالیٰ دَ هر قسم شرک، اؤ دَ پلار ، ځوی دَ تعلق نه پاک دے۔
ف۹۷: یعنی الله تعالیٰ دَ زبردست طاقت مالک دے اؤ حکیم دے۔ هغه به دَ رښتونی اؤ دروغژن سره څنګه چې مناسب ګڼی هغسې معامله وکړی۔
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِالْمُفْسِدِیْنَ۠۝۶۳
بیا کهٔ دوی دا خبره ونهٔ منله ، نو الله ته معلوم دی فساد کؤنکی۔ ف۹۸
ف۹۸: یعنی کهٔ نهٔ دلیل منی اؤ نهٔ مباهلې ته تیار وی نو پوه شه چې دَ دوی مطلب حق معلومؤل نهٔ دی هسې فساد کوی اؤ نیتونه ېٔ خراب دی۔ نو دوی دې خبر شی چې فسادیان ټول دَ الله تعالیٰ پهٔ نظر کښې دی۔ دَ سزا نه بچ کېدے نهٔ شی۔
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ تَعَالَوْا اِلٰی كَلِمَةٍ سَوَآءٍۭ بَیْنَنَا وَ بَیْنَكُمْ اَلَّا نَعْبُدَ اِلَّا اللّٰهَ وَ لَا نُشْرِكَ بِهٖ شَیْـًٔا وَّ لَا یَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُوْلُوا اشْهَدُوْا بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ۝۶۴
تهٔ ورته ووایه اے اهلِ کتابو راشیٔ یوې خبرې طرف ته چې یو شان ده زمونږ اؤ ستاسو ترمینځه دا چې عبادت به نهٔ کؤو مګر دَ یو الله اؤ شریک به نهٔ جوړؤو دَ هغهٔ سره هېڅ څیز کښې اؤ نهٔ به جوړوی هېڅوک هېچا لره رب سوا دَ الله تعالیٰ نه۔ ف۹۹ بیا کهٔ هغوی دا خبره منظوره نهٔ کړه نو ورته ووایه تاسو ګواهان وسیٔ چې مونږ خو دَ حکم تابعدار یو۔ ف۱۰۰
ف۹۹: مخکښې ذکر شوی دی چې حضور اکرمﷺ دَ نجران جرګې عیسایانو ته ووېٔ اَسۡلِمُوۡ (مسلمانان شیٔ) نو هغوی ووئیل اَسۡلَمۡنَا مونږ خو مسلمانان یو دَ وخته) هم دغه شان چې یهودیانو اؤ عیسایانو ته به دَ توحید خبره وړاندې شوه نو هغوی به وې مونږ هم الله یو منو۔ دَ توحید قائل یو نو تاسو راته نور څهٔ واییٔ۔ یوازې دوی نهٔ بلکې دَ هر باطل مذهب خاوندان پهٔ آخر کښې مجبورًا دا اقرار کوی چې لوئے الله تعالیٰ یو دے۔ پهٔ دې آیت کښې هغوی ته دې طرف ته توجه ورکړې شوی ده چې بنیادی عقیده (الله یو ګڼل اؤ ځان ته مسلمان وئیل) داسې عقیده ده چې پهٔ دې زمونږ دَ دواړو اتفاق دے۔ اؤ دا خبره مونږ یو کؤلے شی ، پهٔ دې شرط چې تاسو په دې عقیده ټینګ شیٔ اؤ دَ دې سره چې مو دَ ځان نه کومې خبرې ګډې کړی دی هغه پرېږدیٔ۔ څنګه چې پهٔ خلهٔ واییٔ دغسې پرې عمل هم وکړیٔ اؤ خالص توحید ومنیٔ۔ دَ بل چا عبادت کؤل یا دَ الله پهٔ صفاتو کښې بل څوک شریکؤل (دَ چا عالم یا پیر فقیر سره داسې طریقه باندې چلېدل چې هغه یوازې دَ الله سره لائق دی) لکه دَ شریعت دَ حکم نه علاوه دَ بل چا پهٔ وېنا څهٔ څیز حلال یا حرام ګڼل یا نورې داسې خبرې۔
ف۱۰۰: یعنی تاسو خو هسې پهٔ خلهٔ دَ تابعداریٔ دعوه کویٔ۔ اؤ مونږ واقعی دَ الله دَ حکم تابعدار یو۔ خپل ځان اؤ مال هر څهٔ مو یو الله ته سپارلی دی۔
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَ مَاۤ اُنْزِلَتِ التَّوْرٰىةُ وَ الْاِنْجِیْلُ اِلَّا مِنْۢ بَعْدِهٖ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۶۵
اے اهلِ کتابو تاسو ولې جګړې کویٔ دَ ابراهیمؑ پهٔ حق کښې اؤ تورات اؤ انجیل خو نازل شوی دی دَ هغهٔ نه وروستو۔ ولې پهٔ تاسو کښې عقل نشته څهٔ؟
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ حَاجَجْتُمْ فِیْمَا لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْمَا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ وَ اَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ۝۶۶
واؤریٔ تاسو خو جګړه وکړه پهٔ هغه خبره کښې چې تاسو ته ېٔ څهٔ علم وهٔ ، نو اوس ولې جګړې کویٔ پهٔ داسې خبرو کښې چې تاسو ته ېٔ هېڅ علم نشته ، اؤ الله پوهیږی اؤ تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔ ف۱۰۱
ف۱۰۱: څنګه چې دَ توحید ( الله یو منلو) وعده ټولو کؤله دغسې دَ ابراهیمؑ دَ تابعداریٔ هم ټول دعویدار وو۔ بلکې یهودو به وې چې ابراهیمؑ زمونږ پهٔ دین یعنی یهودی وهٔ اؤ عیسایانو به وې چې هغه خو عیسائی وهٔ۔ دې آیت کښې دَ دې جواب دے چې تورات اؤ انجیل خو دَ ابراهیمؑ نه پهٔ سوونو کاله پس نازل شوی دی۔ نو تاسو کښې دومره عقل هم نشته چې تورات اؤ انجیل نازلېدل نو دَ هغهٔ دَ وفات څو سوه کاله شوی وو۔ بیا هغه څنګه یهودی یا عیسائی شو۔ بلکې څنګه چې تاسو یهودیان یا عیسایان ییٔ پهٔ دې معنٰی خو خپله موسٰیؑ ته هم یهودی اؤ عیسٰیؑ ته عیسائی نهٔ شی وئیلے۔ اؤ کهٔ ستاسو دَ دې خبرو مطلب دا وی چې زمونږ مذهب دینِ ابراهیمی ته نژدے دے نو دا هم غلطه ده۔ دَ دې علم تاسو ته دَ کوم ځائې نه وشو۔ ستاسو پهٔ کتابونو کښې خو دَ دې څهٔ ذکر نشته۔ نهٔ تاسو سره دَ دې څهٔ مضبوط دلیل شته نو بیا داسې خبره کښې جګړه کؤل چې بنده ته ېٔ علم نهٔ وی اؤ نهٔ ورسره څهٔ دلیل وی ، حماقت نهٔ دے نو نور څهٔ دی؟ دَ کومو خبرو چې تاسو ته څهٔ لږ ډېر علم وهٔ لکه دَ عیسٰیؑ واقعات یا دَ حضور اکرمﷺ متعلق دَ تورات خبرونه ، پهٔ هغې کښې خو تاسو جګړه وکړه نو چې دَ کومې خبرې نه هډو خبر نهٔ ییٔ پهٔ هغې کښې ولې بحث کویٔ۔ پهٔ کوم څیز چې نهٔ پوهېږیٔ هغه الله تعالیٰ ته وسپاریٔ۔ هغه ښهٔ پوهیږی چې دَ ابراهیمؑ دین څهٔ وهٔ اؤ اوس پهٔ دنیا کښې دَ هغهٔ دین ته نژدے کومه ډله ده۔
مَا كَانَ اِبْرٰهِیْمُ یَهُوْدِیًّا وَّ لَا نَصْرَانِیًّا وَّ لٰكِنْ كَانَ حَنِیْفًا مُّسْلِمًا١ؕ وَ مَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۶۷
نهٔ وهٔ ابراهیمؑ یهودی اؤ نهٔ وهٔ نصرانی ، لېکن هغه حنیف وهٔ (ټولو غلطو مذهبونو نه جُدا) اؤ فرمانبردار وهٔ اؤ نهٔ وهٔ هغهٔ مشرک۔ ف۱۰۲
ف۱۰۲: ابراهیم علیه السّلام خپل ځان ته ”حنیف“ یا ”مسلم“ وئیلو۔ دَ حنیف معنٰی ده چې ټولې غلطې لارې پرېږدی اؤ پهٔ یوه حقه لار روان شی اؤ دَ مسلم معنٰی ده فرمانبرداره۔ حکم منونکے۔ اوس تاسو خپله وګوریٔ چې نن چا دَ دنیا ټول تعلقات پریٔښی اؤ خپل سر اؤ مال ېٔ دَ الله پهٔ لار کښې قربان کړی دی هم دغه کسان ابراهیم علیه السّلام ته نژدے دی۔ دلته دَ مسلم نه خالص شریعتِ محمّدی مراد نهٔ دے بلکې دَ الله تعالیٰ فرمانبرداری اؤ تابعداری مطلوب ده چې دَ ټولو نبیانو خصوصیت دے۔ خو دَ ابراهیمؑ دَ ژوند واقعات دا ښئی چې هغهٔ خپل ځان خالص دَ الله رضا ته سپارلے وهٔ۔ ځکه پهٔ قرآن شریف کښې خصوصیت سره دَ هغهٔ پهٔ حالاتو کښې دَ اسلام لفظ بار بار استعمال شوے دے۔ دَ اسماعیل علیه السّلام دَ ذبح پهٔ واقعه کښې دا الفاظ فَلَمَّا اَسۡلَمَا وَ تَلَّهٗ لِلۡجَبِیۡنِ (الاؔیه) دَ هغهٔ دَ اسلام شان ډېر واضحه کوی۔ صَلَٓی اللہ عَلَیۡہِ وَ بَاركۡ وَسَلِّمۡ ۔
اِنَّ اَوْلَی النَّاسِ بِاِبْرٰهِیْمَ لَلَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ وَ هٰذَا النَّبِیُّ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ وَلِیُّ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۶۸
پهٔ خلقو کښې زیات مناسبت دَ ابراهیم سره دَ هغه کسانو وهٔ څوک چې دَ هغهٔ سره وو اؤ دا نبی دے اؤ چا چې پهٔ دې نبی ایمان راؤړو ف۱۰۳ اؤ الله مددګار دے دَ مؤمنانو۔ ف۱۰۴
ف۱۰۳: الله تعالیٰ وښیٔلو چې دَ ابراهیمؑ سره زیات مناسبت دَ هغه وخت دَ اُمّت وهٔ۔ بیا پهٔ وروستو کښې محمّدﷺ اؤ دَ هغهٔ اُمت دَ ابراهیمؑ دَملت سره زیات مناسبت لری۔ دَ دې اُمت پېغمبر پهٔ شکل و صورت ، خویونو اؤ عادتونو دَ ابراهیمؑ سره ډېر مشابهت لری پهٔ دې وجه به دَ حبشو بادشاه نجاشی (چې دَ تورات لوی عالم وهٔ) مسلمانانو ته ”حزب ابراهیم“ وئیل اؤ پهٔ دې وجه درود شریف کښې الفاظ کَمَا صَلَّیۡتَ عَلٰی اِبۡرَاهِیۡمَ وَ عَلٰی اٰلِ اِبۡرَاهِیۡمَ راځی۔ دَ جامع ترمذؔی یو حدیث دے حضور اکرمﷺ فرمائی۔ دَ نبیانو پهٔ ټولی کښې دَ هر نبی خپل دوستان وی۔ زما دوست اؤ ملګرې زما نیکهٔ اؤ دَ الله خلیل ابراهیم دے۔ اِنَّ لِکُلِّ نَبِّیٍ وَلَاۃً مِنَ النَّبِیِّیۡنَ وَ اِنَّ وَلِّیِ اَبِیۡ وَ خَلِیۡلُ رَبِّیۡ۔
ف۱۰۴: یعنی دَ خپلې طریقې پهٔ صحیح والی باندې محض دَ بل چا دَ موافقت یا مشابهت نه خو به ېٔ دلیل هله نیؤو چې خپله پرې وحی نهٔ راتلې۔ نو الله مددګار دے دَ مسلمانانو ځکه چې مسلمانان براه راست دَ هغهٔ پهٔ حکم چلیږی۔
وَدَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَوْ یُضِلُّوْنَكُمْ١ؕ وَ مَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَ مَا یَشْعُرُوْنَ۝۶۹
خواهش لری یوه ډله دَ اهلِ کتابو چې پهٔ څهٔ چل تاسو ګمراه کړی ، اؤ نهٔ ګمراه کوی دوی مګر خپل ځانونه خو نه پوهیږی، ف۱۰۵
ف۱۰۵: وړومبے وئیلی شوی وو وَ اللّٰهُ وَلِیُّ الْمُؤْمِنِیْنَ ، اوس فرمائی چې هر کله دَ مؤمنانو مددګار الله دے نو ستاسو داؤ پهٔ هغوی نهٔ چلیږی۔ بېشکه ځنې اهلِ کتاب دا کوشش کوی چې څنګه خپله ګمراهان دی دغسې مؤمنان هم ګمراه کړی۔ لېکن مسلمانان دَ دوی پهٔ جال کښې نهٔ شی نښتے۔ دوی مسلمانانو ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ هسې خپل وبال نور هم زیاتوی اؤ ځان له دَ آخرت پېټے نور هم درنوی ۔ دَ دې نقصان به آخرت کښې دوی ته رسی۔ لېکن اوس ورباندې دوی نهٔ پوهیږی۔
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ اَنْتُمْ تَشْهَدُوْنَ۝۷۰
اے اهلِ کتابو ولې انکار کویٔ دَ الله دَ کلام نه اؤ تاسو خپله دا منیٔ ف۱۰۶
ف۱۰۶ : یعنی تاسو تورات منیٔ نو پهٔ هغې کښې چې دَ محمّدﷺ متعلق کومې خوشخبریٔ اؤ تاسو ته دَ هغهٔ دَ تابعداریٔ کوم حکمونه دی پهٔ هغې عمل ولې نهٔ کویٔ۔ پهٔ زړونو کښې خو ښهٔ پوه ییٔ چې دا نبی برحق دے اؤ ځان ته پهٔ خلوت کښې دَ دې اقرار هم کویٔ (لکه څنګه چې مخکښې دَ عیسایانو دَ مشر پادری بیان تېر شوے دے) نو بیا پهٔ قرآن ایمان ولې نهٔ راؤړیٔ؟ اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ صداقت اقرار ولې نهٔ کویٔ۔ دَ حضورﷺ دَ رسالت نه انکار پهٔ حقیقت کښې دَ ټولو آسمانی کتابونو دَ احکامو نه انکار دے۔
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَلْبِسُوْنَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَ تَكْتُمُوْنَ الْحَقَّ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۠۝۷۱
اے اهلِ کتابو ولې ګډویٔ رښتیاؤ کښې دروغ اؤ پټویٔ حقه خبره سره دَ پوهې۔ ف۱۰۷
ف۱۰۷: دَ تورات ځنی حکمونه خو یهودو دَ خپلو ذاتی اغراضو دپاره بالکل موقوف کړی وو ، هډو عمل ېٔ پرې نهٔ کؤلو۔ پهٔ ځنو آیتونو کښې ېٔ الفاظ بدل کړی وو (لفظی تحریف) اؤ دَ ځنو آیتونو ېٔ معنٰی بدلې کړے وې۔ دَ اصلی مطلب پهٔ ځائې به ېٔ ترېنه دَ خپل ذاتی اغراضو مطلب اخستو (معنوی تحریف) اؤ ځنی آیتونه ېٔ دَ عامو خلقو نه پټ کړی وو لکه دَ حضور اکرمﷺ متعلق دَ خوشخبریٔ اؤ دَ هغهٔ دَ تابعداریٔ حکمونه دَ هغهٔ دَ پیژندګلۍ نښانې وغېره۔
وَ قَالَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اٰمِنُوْا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَجْهَ النَّهَارِ وَ اكْفُرُوْۤا اٰخِرَهٗ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَۚۖ۝۷۲
اؤ ووېٔ یوې ډلې دَ اهلِ کتابو ، چې ومنیٔ هغه څهٔ چې نازل شوی دی پهٔ مسلمانانو دَ ورځې پهٔ شروع کښې، اؤ انکار ترې نه وکړیٔ بیا دَ ورځې پهٔ آخر کښې شاید چې دوی هم واپس شی ، ف۱۰۸
ف۱۰۸: چې هغوی به مسلمانانو ته دوکې ورکؤلو دپاره سړی راواستؤل چې پهٔ ظاهره مسلمانان شیٔ۔ سحر مسلمانان شیٔ ورځ دَ دوی سره تېره کړیٔ اؤ ماښام ورته بیا واییٔ چې مونږ ته دَ خپلو عالمانو نه معلومه شوه چې دا هغه نبی آخرالزمان نهٔ دے دَ کوم بشارت چې پهٔ تورات کښې ورکړې شوے دے۔ نو مونږ بیا خپل دین ته آؤړو پهٔ دې طریقه به دَ ډېرو کمزوریو مسلمانانو پهٔ زړهٔ کښې هم شک پیدا شی اؤ دوی به هم دَ ایمان نه واپس شی۔ دَ عربو پهٔ جاهلانو کښې دَ یهودو دَ علم اؤ عقل ډېر شهرت وهٔ نو هغوی به پهٔ اکثرو کارونو کښې دَ یهودو پهٔ خبره یقین کؤلو۔ نو دَ یهودو دا خیال وهٔ چې دلته به هم دا ووائی چې کهٔ دا مذهب برحق وی نو دوی به ترېنه نهٔ واپس کېدل پهٔ منډه به ېٔ دَ ټولو نه اول قبول کړے وهٔ۔ چې دوی ترې واپس شو نو ضرور دې کښې څهٔ نقصان دے۔ لېکن دَ یهودو دا ټګی ونهٔ چلېدله۔
وَ لَا تُؤْمِنُوْۤا اِلَّا لِمَنْ تَبِعَ دِیْنَكُمْ١ؕ قُلْ اِنَّ الْهُدٰی هُدَی اللّٰهِ١ۙ اَنْ یُّؤْتٰۤی اَحَدٌ مِّثْلَ مَاۤ اُوْتِیْتُمْ اَوْ یُحَآجُّوْكُمْ عِنْدَ رَبِّكُمْ١ؕ قُلْ اِنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّٰهِ١ۚ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌۚۙ۝۷۳
اؤ مهٔ منیٔ مګر دَ هغه چا چې چلیږی ستاسو پهٔ دین باندې ف۱۰۹ تهٔ ووایه بې شکه هدایت هغه دے چې الله چا ته هدایت وکړی ف۱۱۰ اؤ دا ټولې خبرې دې دپاره دی چې بل چا ته ولې داسې څیز ورکړې شو څنګه چې تاسو ته درکړې شوے دے یا هغوی په تاسو دَ خپل رب مخکښې غالب ولې شو، ف۱۱۱ تهٔ ووایه چې لوئی دَ الله پهٔ لاس کښې ده ورکوی ېٔ هغه چا ته چې ېٔ خوښه وی ، اؤ الله ډېر دَ فراخیٔ مالک خبردار دے۔
ف۱۰۹: یعنی کوم یهود چې دَ ټګۍ دپاره پهٔ ظاهره مسلمانان کېدل هغوی ته به خپلو مشرانو وې چې خیال ساتیٔ هسې نه چې چرته پهٔ رښتیا مسلمانان شیٔ۔ دا پهٔ ظاهره خو صرف دَ دې دپاره دے چې تاسو نور یهودیان دَ مسلمانېدو نه بچ کړیٔ۔ یا دا چې ځنی مسلمانان دَ خپل دین نه واپس شی۔ لېکن تاسو به پهٔ حقیقت کښې تابعداری صرف دَ خپل دین کویٔ دَ مسلمانانو پهٔ عقیده به نهٔ چلېږیٔ اؤ نهٔ به دَ هغوی خبره منیٔ۔
ف۱۱۰: یعنی هدایت خو صرف دَ الله تعالیٰ پهٔ ورکړه کیږی نو دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې الله دَ اسلام نور اچؤلے دے هغه دَ ستاسو پهٔ دې چلونو نهٔ شی واپس کېدے۔
ف۱۱۱: یعنی یهودیان دا چالبازیٔ صرف دَ دې حسد اؤ بغض پهٔ وجه کوی چې بل قوم ته داسې شریعت اؤ رسالت ولې ورکړې شو څنګه چې بنی اسرائیلو ته ورکړې شوے وهٔ۔ یا دا چې بل قوم پهٔ مذهبی بحثونو اؤ دینی کوششونو کښې پهٔ یهودو غالب ولې راغلل۔ یهودو به وئیل چې دَ شریعت اؤ علم خاوندان خو مونږ یو۔ دَ موسٰیؑ غوندې لوئے پېغمبر پهٔ مونږ کښې راغلے دے اؤ دَ تورات غوندې عظیم کتاب مونږ ته راکړې شوے دے۔ دَ عربو دَ جاهلانو مذهب اؤ علم سره څهٔ کار دے۔ لېکن دوی دَ خپل قومی تعصّب پهٔ وجه دَ تورات دَ ”سفر استثنا“ دا عظیم بشارت شا ته غورزؤلو ، کوم کښې چې وئیلی شوی وو چې الله تعالیٰ به دَ بنی اسرائیلو پهٔ وروڼو بنی اسماعیلو کښې دَ موسٰیؑ پهٔ شان دَ یو مستقل شریعت خاوند عظیم رسول را استوی اؤ پهٔ هغهٔ به آسمانی کتاب قرآن نازلیږی۔ چنانچې بنی اسماعیلو ته دَ علم اؤ فضیلت هغه دولت ورکړې شو اؤ یواځې پهٔ بنی اسرائیلو څهٔ چې دَ ټولې دنیا پهٔ قومونو دَ علم اؤ فضل پهٔ اعتبار سره غالب شو۔
یَّخْتَصُّ بِرَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ۝۷۴
خاص کوی خپلې مهربانیٔ پهٔ هغه چا چې ېٔ خوښ وی اؤ دَ الله فضل ډېر لوئے دے ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ خزانو کښې هېڅ کمې نشته۔ نبوّت ، شریعت ، ایمان ، اسلام اؤ هر قسم مادی اؤ روحانی کمالات چا ته ورکؤل دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی۔ هغه چې پهٔ کوم وخت کښې څنګه مناسب ګڼی هغسې کوی۔ اَللہُ اَعۡلَمُ حَیۡثُ یَجۡعَلُ رِسَالَتَهٗ (سورة انعام رکوع ۱۵)
وَ مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مَنْ اِنْ تَاْمَنْهُ بِقِنْطَارٍ یُّؤَدِّهٖۤ اِلَیْكَ١ۚ وَ مِنْهُمْ مَّنْ اِنْ تَاْمَنْهُ بِدِیْنَارٍ لَّا یُؤَدِّهٖۤ اِلَیْكَ اِلَّا مَا دُمْتَ عَلَیْهِ قَآىِٕمًا١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لَیْسَ عَلَیْنَا فِی الْاُمِّیّٖنَ سَبِیْلٌ١ۚ وَ یَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۷۵
اؤ ځنی اهلِ کتاب داسې دی کهٔ تهٔ ورسره یو ډېرے مال امانت کېږدې نو واپس به ېٔ درکړی تا ته ، اؤ پهٔ دوی کښې ځنی داسې دی کهٔ تهٔ ورسره یوه اشرافۍ امانت کېږدې نو در به ېٔ نهٔ کړی تر څو چې تهٔ ورته پهٔ سر ولاړ نهٔ ېٔ۔ ف۱۱۳ دا ځکه چې هغوی وائی نشته پهٔ مونږ باندې دَ نالوستو خلقو پهٔ حق کښې څهٔ ګناه، ف۱۱۴ اؤ دوی پهٔ الله دروغ وائی سره دَ پوهې، ف۱۱۵
ف۱۱۳: دَیهودو دَ مذهبی خیانت اؤ نفاق پهٔ سلسله کښې دَ هغوی دنیاوی معامله هم ذکر شوه چې دَ هغوی پوره حالت معلوم شی نو څوک چې دَ دنیا دَ څو پیسو دپاره خیانت ته تیار وی دَ هغوی نه دَ دین پهٔ معامله کښې دَ امانت څهٔ طمع کېدے شی؟ پهٔ دې یهودو کښې اکثر داسې دی کهٔ یوه اشرفۍ ورسره امانت کېږدے نو چې بیا ېٔ ترېنه غواړې منکر به شی اؤ تر څو چې ورته هر وخت پهٔ سر ولاړ نهٔ ېٔ در به ېٔ نهٔ کړی۔ خو ټول داسې نهٔ دی ځنی کسان پکښې داسې هم شته کهٔ دَ اشرافو ډېرے ورته حواله کړې دَ یو رتۍ خیانت به پکښې ونهٔ کړی۔ هم دغه امانت دار اؤ ایماندار کسان وو چې دَ هغوی دَ ډلې نه جدا شول اؤ ایمان ېٔ راؤړو لکه عبدالله بن سلامؓ وغېره۔
ف۱۱۴: یهودیانو دَ پردی مال خوړلو دپاره دا مسٔله جوړه کړے وه چې دَ غېر مذهب خلقو مال مونږ ته روا دے۔ دَ عربو دَ جاهلانو پهٔ مال خوړلو کښې هېڅ ګناه نشته اؤ بیا خاص دَ هغه عربو چې دَ خپل پلار نیکهٔ دین ېٔ پریٔښې اؤ مسلمانان شوی دی دَ هغوی مال خو پهٔ هر شان خوړل پکار دی۔
ف۱۱۵: یعنی سره دَ پوهې پهٔ الله باندې دا دروغ جوړوی چې دَ نورو مذهبونو دَ خلقو مال مونږ ته الله حلال کړے دے۔ پهٔ امانت کښې خیانت پهٔ هېڅ شان جائز نهٔ دے دَ مسلمان مال وی اؤ کهٔ دَ کافر خیانت پکښې حرام دے۔
بَلٰی مَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ وَ اتَّقٰی فَاِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ۝۷۶
ولې به داسې نهٔ وی چا چې پوره کړه خپله وعده اؤ پرهېزګار وو نو الله تعالیٰ دَ پرهېزګارو سره مینه کوی۔ ف۱۱۶
ف۱۱۶: یعنی خیانت اؤ بد عهدی به ګناه ولې نهٔ وی۔ هر کله چې دَ الله تعالیٰ عام قانون دا دے چې څوک دَ الله اؤ بندګانو سره کړے وعده پوره کوی اؤ دَ الله نه ویریږی دَ هغهٔ سره دَ الله مینه وی۔ (پهٔ دې کښې امانت هم راغلو)
اِنَّ الَّذِیْنَ یَشْتَرُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَ اَیْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِیْلًا اُولٰٓىِٕكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ وَ لَا یُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ وَ لَا یَنْظُرُ اِلَیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَ لَا یُزَكِّیْهِمْ١۪ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۷۷
بې شکه هغه کسان چې اخلی دَ الله پهٔ اقرار اؤ پهٔ خپلو قسمونو باندې څهٔ لږ قیمت ف۱۱۷ دَ دغه خلقو هېڅ حصه نشته پهٔ آخرت کښې ، اؤ نهٔ به کوی الله دوی سره خبرې اؤ نهٔ به دوی ته ګوری دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ نهٔ به ېٔ پاکوی اؤ دوی دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۱۱۸
ف۱۱۷: یعنی څوک چې دَ لږو پیسو پهٔ خاطر دَ الله سره کړے وعده اؤ خپلو کړی قسمونه ماتوی ، اؤ دَ دنیا دَ حرص پهٔ وجه خپلو کښې معاملات هم صحیح نهٔ ساتی اؤ دَ الله وعده هم نهٔ پوره کوی دَ هغهٔ دپاره دغه سزا ده کومه چې وروستو آیتونو کښې راځی۔ پهٔ دې کښې دَ یهودو عادتونه ذکر شوی دی۔ هغوی دَ الله سره وعده کړے وه چې دَ تورات پهٔ حکمونو به عمل کؤو اؤ قسمونه ېٔ خوړلی وو چې دَ هر راتلونکی نبی مدد به کؤو بیا ېٔ دَ دنیا دَ حرص پهٔ وجه هغه وعده اؤ هغه قسمونه مات کړل۔ دَ تورات احکامو کښې ېٔ تحریف وکړو اؤ ډېر نبیان ېٔ شهدان کړل نو دَ هغوی به دَ قیامت پهٔ ورځ دغه سزا وی۔ اوس هم پهٔ مسلمانانو کښې کهٔ څوک پهٔ دروغه قسمونه خوری اؤ بد عهدی کوی نو دغه ېٔ سزا ده۔
ف۱۱۸: دغه شان یو آیت سورتِ بقره رکوع ۲۱ کښې تېر شوے دے۔ دَ دې تفسیر هلته کتل پکار دی۔
وَ اِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِیْقًا یَّلْوٗنَ اَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتٰبِ لِتَحْسَبُوْهُ مِنَ الْكِتٰبِ وَ مَا هُوَ مِنَ الْكِتٰبِ١ۚ وَ یَقُوْلُوْنَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَ مَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ١ۚ وَ یَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۷۸
اؤ دوی کښې یو ټولے دے چې ژبه اړوی را اړوی پهٔ کتاب لوستو چې تاسو دا خیال وکړیٔ چې دا پهٔ کتاب کښې دی اؤ هغه نهٔ وی کتاب کښې اؤ دوی وائی چې دا دَ الله وېنا ده۔ اؤ هغه نهٔ ده دَ الله وېنا، ف۱۱۹ اؤ دوی پهٔ الله باندې دروغ جوړوی اؤ سره دَ پوهې۔
ف۱۱۹: دا دَ یهودیانو دَ (تحریف ۔ رد و بدل کؤل) حال دے۔ هغوی به پهٔ تورات کښې دَ ځان نه ځنې خبرې زیاتې کړے وې اؤ دَ هغې به ېٔ هم دغسې تلاوت کؤلو چې نابلده خلقو به وئیل چې ګنی دا هم دَ تورات آیتونه دی۔ یوازې دا نه بلکې هغوی به دا وعده هم کؤله چې دا دَ تورات آیتونه دی۔ حال دا دے چې هغه خبره به پکښې دوی دَ ځان نه لیکلے وه۔ نو دغه خبره خو څهٔ چې اوس هغه ټول کتاب ته آسمانی کتاب نهٔ شو وئیلے۔ ځکه چې هغوی اصلی اؤ زیاتی کړے خبرې داسې سره ګډې وډې کړی دی چې اوس پکښې جدائی نهٔ شی کېدے۔ موجوده وخت کښې چې دنیا کښې دَ بائبل څومره نسخې دی دَ هغې ټولو خپلو کښې سخت اختلاف دے۔ اؤ ځنې خبرې پکښې داسې دی چې هغه یقینًا دَ الله دَ طرفه نهٔ شی کېدے۔ دَ یهودیانو پهٔ دې تحریف غټ غټ مستقل کتابونه لیکلی شوی دی۔
مَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّؤْتِیَهُ اللّٰهُ الْكِتٰبَ وَ الْحُكْمَ وَ النُّبُوَّةَ ثُمَّ یَقُوْلَ لِلنَّاسِ كُوْنُوْا عِبَادًا لِّیْ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ لٰكِنْ كُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُوْنَ الْكِتٰبَ وَ بِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُوْنَۙ۝۷۹
دَ هېڅ یو بنده دا کار نهٔ دے چې الله هغهٔ ته کتاب اؤ حکمت ورکړی اؤ پېغمبر ېٔ کړی بیا هغه خلقو ته وائی چې زما بندیان شیٔ الله پرېږدیٔ، ف۱۲۰ بلکې داسې دې وائی چې تاسو دَ الله بندیان شیٔ ، څنګه چې به تاسو خلقو ته ښودلو کتاب اؤ څنګه چې به تاسو خپله هم لوستلو، ف۱۲۱
ف۱۲۰: دَ نجران دَ عیسایانو دَ وفد پهٔ مخکښې ځنو یهودیانو اؤ عیسایانو رسول اکرمﷺ ته وئیلی وو چې آیا تهٔ دا غواړې چې مونږ ستا دغه شان عبادت وکړو څنګه عیسایان دَ عیسٰی بن مریمؑ کوی۔ هغوی ورته وفرمائیل (معاذ الله) مونږ نهٔ خپله دَ غېر الله عبادت کؤو اؤ نهٔ بل چا ته دَ الله نه غېر دَ بل چا دَ عبادت حکم کؤلے شو۔ الله تعالیٰ زهٔ دې کار دپاره نهٔ یم راستؤلے۔ پهٔ دې باره کښې دا آیتونه نازل شو یعنی کوم بنده ته چې الله تعالیٰ کتاب و حکمت اؤ قوتِ فیصله ورکړی اؤ دَ پېغمبریٔ غوندې اوچته مرتبه اؤ عزّت ورکړی۔ دې دپاره چې هغه خلقو ته دَ الله احکام پوره پوره ورسوی اؤ خلق دَ الله بندګیٔ اؤ عبادت ته تیار کړی۔ نو هغه داسې کله کؤلے شی چې خلق دَ یو الله دَ عبادت نه واړوی اؤ دَ خپل ځان یا دَ بل مخلوق عبادت ته ېٔ جوړ کړی۔ دَ دې خو دا مطلب شو چې الله تعالیٰ چې دَ کوم کار دپاره کوم بنده خوښ کړے وهٔ هغه دَ هغې کار اهل نهٔ وهٔ۔ یو دنیاوی بادشاه هم چې چا ته څهٔ ذمه واری حواله کوی نو اول پهٔ دوؤ خبرو سوچ کوی:
چې دا سړے دَ حکومت پهٔ پالیسۍ پوهېدو اؤ دا فرائض سر ته دَ رسؤلو اهلیت اؤ طاقت لری کهٔ نه۔
دَ حکومت دَ احکامو پهٔ تعمیل کؤلو اؤ دَ رعیت پهٔ وفاداریٔ قائم ساتلو کښې څومره استعداد لری۔ اؤ څومره طمع ترې کېدے شی۔
یو بادشاه یا پارلمنټ هم داسې سړے خپل نائب یا سفیر نهٔ جوړوی چې دَ حکومت خلاف دَ بغاوت جوړؤلو یا دَ حکومت دَ پالیسیٔ نه خلاف چلېدو ترېنه خطره وی۔ بېشکه دا ممکنه ده چې حکومت دَ یو سړی دَ لیاقت اؤ وفاداریٔ دَ جذبې پوره پوره اندازه ونهٔ لګؤلے شی ، لېکن دَ الله تعالیٰ پهٔ کار کښې دا احتمال نشته۔ کهٔ دَ یو کس متعلق الله تعالیٰ ته دا معلومه وی چې دې به زما وفادار اؤ دتابعدار وسی۔ نو دا ناممکنه ده چې هغه دَ یو وېښتهٔ برابر هم اخوا دیخوا شی۔ ګنی پهٔ علمِ الٰهی به غلطی راشی۔ نعوذ بالله۔ دَ دې ځاېٔ نه دَ نبیانو دَ معصوم کېدو مسٔله هم واضحه شوه نو هر کله چې نبیان دَ معمولی غلطیٔ نه هم پاک وی نو دَ شرک اؤ دَ الله پهٔ مقابله کښې دَ بغاوت کؤلو امکان کله باقی پاتې کېدے شی۔ پهٔ دې کښې دَ عیسایانو دَ دې عقیدې رد هم وشو چې هغوی به وئیل دَ عیسٰیؑ دَ خداییٔ اؤ دَ الله دَ ځوی کېدو دَ عقیده عیسٰیؑ مونږ ته ښودلے ده۔ اؤ په دې کښې هغه مسلمانانو ته هم نصیحت وشو۔ چا چې رسول علیه السّلام ته وئیلی وو۔ کهٔ مونږ دَ سلام پهٔ ځاېٔ تا ته سجده وکړو نو پهٔ دې کښې څهٔ نقصان دے؟ پهٔ دې کښې هغه اهلِ کتابو ته هم خبردارے وشو چا چې خپل دروېشان اؤ عالمان دَ الله درجې ته رسؤلی وو۔
ف۱۲۱: یعنی چا ته چې الله تعالیٰ دَ نبوت درجه ورکړی اؤ هغه خلق دَ کفر اؤ شرک نه اسلام ته راواړوی نو هغه داسې کله کؤلے شی چې بیا خلقو ته کفر وښئی البته اے اهلِ کتابو تاسو ته دا هدایت کوی چې تاسو کښې چې اول کومه دینداری وه اؤ خلقو ته مو کتاب اورؤلو اؤ ښودلو ، اوس درکښې هغه نشته۔ اوس زما پهٔ مجلس کښې کښینیٔ چې بیا هغه کمال حاصل کړیٔ۔ عالم ، فقیه ، عارف ، مدبّر ، متّقی اؤ صحیح خدا پرست شیٔ۔ اؤ دا خبرې اوس دَ قرآن پهٔ زده کؤلو اؤ بل ته ښودلو باندې حاصلېدے شی۔
وَ لَا یَاْمُرَكُمْ اَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَ النَّبِیّٖنَ اَرْبَابًا١ؕ اَیَاْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ اِذْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ۠۝۸۰
اؤ دا حکم دې نهٔ کوی تاسو ته چې جوړ کړی دَ فرښتو اؤ نبیانو نه خدایان، ف۱۲۲ آیا هغوی به تاسو ته کفر ښئی پس دَ دې نه چې تاسو مسلمانان شوی ییٔ ف۱۲۳
ف۱۲۲: لکه څنګه چې عیسایانو دَ مسیحؑ اؤ روح القُدس نه ، اؤ یهودیانو دَ عزیزؑ اؤ مشرکانو دَ فرښتو نه خدایان جوړ کړی وو ، چې فرښتې اؤ پېغمبران پهٔ خداییٔ کښې نهٔ شی شریکېدے نو دَ کاڼی بوتان اؤ دَ لرګی صلیب څهٔ څیزونه دی چې دَ خداییٔ درجې ته به رسی۔
ف۱۲۳: یعنی اول خو دې پېغمبر پهٔ ډېره خواریٔ اؤ کوشش تاسو مسلمانان کړیٔ۔ دَ توحید تعلیم ېٔ درکړو نو آیا اوس دَ دې نه پس به تاسو دوباره دَ شرک اؤ کفر پهٔ لار را اړوی اؤ خپل ټول محنت به بربادوی۔ دا خو دَ مننې خبره نهٔ ده۔
وَ اِذْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ النَّبِیّٖنَ لَمَاۤ اٰتَیْتُكُمْ مِّنْ كِتٰبٍ وَّ حِكْمَةٍ ثُمَّ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهٖ وَ لَتَنْصُرُنَّهٗ١ؕ قَالَ ءَاَقْرَرْتُمْ وَ اَخَذْتُمْ عَلٰی ذٰلِكُمْ اِصْرِیْ١ؕ قَالُوْۤا اَقْرَرْنَا١ؕ قَالَ فَاشْهَدُوْا وَ اَنَا مَعَكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ۝۸۱
اؤ کله چې واخسته الله دَ نبیانو نه وعده پهٔ څهٔ چې ما تاسو ته درکړو کتاب اؤ علم بیا کهٔ راشی تاسو سره څوک رسول چې تصدیق کوی ستاسو دَ کتاب نو تاسو به پهٔ هغه رسول ایمان راؤړیٔ اؤ دَ هغهٔ امداد به کویٔ وې وئیل چې آیا تاسو اقرار وکړو اؤ پهٔ دې شرط مو زما وعده قبوله کړه ، هغوی ووېٔ اؤ مونږ اقرار وکړو ف۱۲۴ وې وئیل اوس تاسو ګواهان وسیٔ اؤ زهٔ هم ستاسو سره ګواه یم ف۱۲۵
ف۱۲۴: یو پېغمبر هم دا تعلیم نهٔ ورکوی چې زما عبادت وکړیٔ۔ البته پېعمبر دا تعلیم ورکوی چې پهٔ ما ایمان راؤړیٔ۔ پهٔ ما چې دَ الله دَ طرف نه کوم احکام نازلیږی پهٔ هغې عمل کویٔ اؤ دَ یو الله عبادت کویٔ۔ الله تعالیٰ دَ ټولو نبیانو نه دا وعده اخستے ده چې له تاسو نه پس چې کوم بل نبی راشی (هغه به یقینًا دَ مخکښینیو نبیانو اؤ دَ هغوی دَ کتابونو تصدیق کوی) نو ضروری ده چې تاسو به دَ هغهٔ پهٔ صداقت ایمان راؤړیٔ۔ کهٔ دَهغهٔ زمانه مو ومونده نو خپله هم اؤ ګنی خپل اُمت ته به دا وصیت کویٔ چې پهٔ هغه نبی ایمان راؤړی اؤ دَ هغهٔ مدد وکړی۔ دا وصیت کؤل هم دَ هغه نبی مدد کؤل دی۔
دَ دې عامې قاعدې دَ لاندې دا څرګنده خبره ده چې دَ ټولو انبیاؤ نه پهٔ حضرت محمّدﷺ باندې ایمان راؤړو اؤ دَ هغهٔ دَ مدد کؤلو وعده اخستے شوے ده۔ اؤ هغوی به ضرور خپلو خپلو اُمّتونو ته دا وصیت کړے وی چې پهٔ محمّدﷺ ایمان راؤړیٔ اؤ دَ هغهٔ مدد وکړیٔ۔ ځکه چې حضرت محمّدﷺ یوه داسې هستی ده چې پهٔ عالمِ غیب کښې دَ ټولو نه اول اؤ پهٔ عالمِ شهادت کښې دَ ټولو نه آخر دنیا ته راغلے دے اؤ دَ هغهٔﷺ نه پس بل نبی راتلونکے نشته۔ اؤ هم هغهﷺ دَ ټولو مخکښینیو نبیانو اؤ دَ ټولو مخکښینیو آسمانی کتابو تصدیق کوی۔ دَ حضرت علیؓ اؤ حضرت عباسؓ روایت دے چې حضورﷺ فرمائیلی دی کهٔ حضرت موسٰیؑ نن ژوندے وهٔ نو هغهٔ به ضرور زما تابعداری کؤله، اؤ کله چې عیسٰیؑ دَ آسمان نه راکوز شی نو پهٔ قرآن اؤ زما پهٔ سنت به فیصلې کوی۔ پهٔ قیامت کښې دَ شفاعت کبرٰی دپاره وړاندې کېدل اؤ ټول بنیادم دَ حضورﷺ دَ جنډې دَ لاندې جمع کېدل اؤ پهٔ بیت المقدس کښې دَ معراج پهٔ شپه ټولو نبیانو ته امامتی کؤل ، دَ حضور اکرمﷺ دَ سیادتِ عامه دلیلونه دی۔ اَللّٰهُمَٓ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰؔٓی اٰلِهٖ وَ صَحۡبِهٖ وَ بَارِکۡ وَ سَلِّمۡ۔
ف۱۲۵: دا الفاظ دَ وعدې دَ پخوالی اؤ مضبوطیا دپاره راؤړې شوی دی۔ څرګنده ده چې کومه عهد نامه باندې دَ الله تعالیٰ اؤ دَ پېغمبرانو ګواهی وی ، دَ هغې نه مضبوط دستاویز به بل څهٔ وی۔
فَمَنْ تَوَلّٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ۝۸۲
بیا چې څوک وګرځېدو دَ اقرار نه پس ، نو هم دغه خلق نافرمانه دی، ف۱۲۶
ف۱۲۶: دَ کوم پېغمبر دَ تابعداریٔ وعده چې الله تعالیٰ دَ پېغمبرانو نه اخستے ده ، اوس کهٔ څوک پهٔ دنیا کښې دَ هغهٔ دَ تابعداریٔ نه انکار کوی نو دَ هغهٔ نه زیات بد عهده اؤ نافرمانه به څوک وی۔ (بائیبل اعمال رُسل۔ باب ۳ آیت ۲۱) کښې دی چې موسٰیؑ زمونږ نیکونو ته ووېٔ (خداوند چې ستاسو دَ ټولو خدائې دے) هغه به ستاسو پهٔ وروڼو (بنی اسماعیلو) کښې زما پهٔ شان یو نبی را استوی هغه چې تاسو ته څهٔ وائی دَ هغهٔ هره خبره منیٔ۔
اَفَغَیْرَ دِیْنِ اللّٰهِ یَبْغُوْنَ وَ لَهٗۤ اَسْلَمَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ طَوْعًا وَّ كَرْهًا وَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ۝۸۳
اوس دوی دَ الله دَ دین نه علاوه بل دین لټوی اؤ دَ الله دَ حکم تابع دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ زمکه کښې دی پهٔ خوښه یا پهٔ مجبوریٔ ف۱۲۷ اؤ هم دَ هغهٔ طرف ته به ټول راګرځؤلے شی، ف۱۲۸
ف۱۲۷: یعنی دَ الله تعالیٰ دین همېشه راسې اسلام راغلے دے۔ دَ دې معنٰی ده تابعدری۔ یعنی کله چې دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه یو رښتونے نبی دَ الله تعالیٰ حکمونه راؤړی نو دَ هغې تابعداری ضروری ده۔ نن چې حضرت محمّدﷺ کوم هدایت اؤ احکام راؤړی هم دغه دَ الله دین دے۔ دَ دې نه بغېر دَ کامیابیٔ بله لار نشته۔ بنیادم له جائز نهٔ دی چې هغه دَ الله دَ حکم منلو نه انکار وکړی ، دَ چا دَ حکم تابعداری چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې تمام مخلوق کوی۔ څوک پهٔ خپله خوښه لکه فرښتې اؤ نیک بنیادم اؤ څوک پهٔ مجبوریٔ لکه دَ دنیا ټول مخلوق۔
ف۱۲۸: هر کله چې ټول آخرکار هم هغهٔ ته مخامخ کیدونکی دی نو هوښیارتیا دا ده چې دَ وخته ورته ځان تیار کړی۔ چې دلته ېٔ دَ هغهٔ نافرمانی کړی وی نو هلته به پهٔ کوم مخ ورځی اؤ څهٔ جواب به ورکوی۔
قُلْ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَ مَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَ مَاۤ اُنْزِلَ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ وَ الْاَسْبَاطِ وَ مَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَ عِیْسٰی وَ النَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ١۪ لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ١٘ وَ نَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ۝۸۴
تهٔ ووایه مونږ ایمان راؤړے دے پهٔ الله باندې اؤ پهٔ هغه څهٔ چې نازل شوی دی پهٔ مونږ، اؤ پهٔ هغه څهٔ چې نازل شوی دی پهٔ ابراهیمؑ اؤ اسماعیلؑ اؤ اسحاقؑ اؤ یعقوبؑ اؤ دَ هغهٔ پهٔ اولاد اؤ څهٔ چې ورکړی شوی دی موسٰیؑ ته اؤ عیسٰیؑ ته اؤ ټولو نبیانو ته دَ خپل رب دَ طرف نه ، مونږ فرق نهٔ کؤو پهٔ دوی کښې دَ هېچا اؤ مونږ هم دَ هغوی تابعدار یو ف۱۲۹
ف۱۲۹: یعنی څهٔ احکام چې پهٔ کومه زمانه کښې دَ الله دَ طرف نه پهٔ کوم پېغمبر نازل شوی دی مونږ بې دَ څهٔ امتیاز نه هغه ټول حق ګڼو دَ یو فرمانبردار مسلمان شان دا نهٔ دے چې دَ الله ځنی پېغمبران ومنی اؤ ځنی نهٔ منی ګویا ګویا دَ نحۡنُ لَهٗ مُسۡلِمُوۡنَ سره دَ مسلمانیٔ حقیقت وښودلے شو چې مسلمان خو بس دَ الله دَ حکم تابع دے۔ اسلام دَ هېڅ یو برحق نبی تکذیب نهٔ کوی۔ پهٔ اسلام کښې څنګه چې دَ حضرت محمّدﷺ دَ پېغمبریٔ نه منکر کافر دے ، دغه شان دَ هر یو نبی اؤ هر آسمانی کتاب دَحقانیت نه انکار کفر دے۔ بې شکه دَ نبی آخر الزمان شان هم دغه دے چې هغهﷺ دَ ټولو مخکښینیو پېغمبرانو اؤ دَ ټولو مخکښینیو آسمانی کتابونو تصدیق کوی اؤ پهٔ دې طریقه هغه مختلف اقوام چې مقامی هادیان اؤ پېغمبران ورته راغلی وو دَ یوې جنډې لاندې راجمع کوی۔ هم دغه شان یو آیت دَ اولے پارې پهٔ آخر کښې تېر شوے دے هغه فوائد هم کتل پکار دی۔
وَ مَنْ یَّبْتَغِ غَیْرَ الْاِسْلَامِ دِیْنًا فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْهُ١ۚ وَ هُوَ فِی الْاٰخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۸۵
اؤ څوک چې غواړی دَ اسلام نه بغېر بل دین ، نو دَ هغهٔ نه به هېچرے نه شی قبلېدے ف۱۳۰ ، اؤ هغه به پهٔ آخرت کښې تاوانی وی۔ ف۱۳۱
ف۱۳۰: یعنی هر کله چې دَ الله دین اسلام پهٔ مکمل شکل کښې دنیا ته راغلو نو اوس دَ مقامی نبوّتونو اؤ مقامی احکامو اؤ هدایاتو وخت ختم شو۔ اوس خو دَ عالمګیر مذهب اؤ عالمګیر هدایت اسلام نه رڼا اخستل پکار دی چې نمر وخېژی نو ډیوه بلؤل بې وقوفی ده۔ اسلام دَ ټولو مخکښینیو مذهبونو جامع دے ۔ دَ مکمل هدایت راتلو نه پس پهٔ مخکښینیو مقامی اؤ نامکمل هدایتونو باندې اوس عمل کؤل جائز نهٔ دی۔
ف۱۳۱: یعنی له ثواب اؤ بری نه بیخی بې برخې پاتې دی۔ له دې نه به بله لویه خساره څهٔ وی چې خپله پنګه اؤ رأس المال ېٔ له لاسه ووت اؤ هغه صحیح فطرت ېٔ چې (الله تعالیٰ) پرې پیدا کړی وو دَ خپلو غلط کارو پهٔ وجه تباه اؤ خراب کړو۔
كَیْفَ یَهْدِی اللّٰهُ قَوْمًا كَفَرُوْا بَعْدَ اِیْمَانِهِمْ وَ شَهِدُوْۤا اَنَّ الرَّسُوْلَ حَقٌّ وَّ جَآءَهُمُ الْبَیِّنٰتُ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۝۸۶
څنګه به لار وښئی الله داسې قوم ته چې کافران شول پس دَ دې نه چې ایمان ېٔ راؤړو اؤ ګواهی ېٔ ورکړه چې بې شکه رسول رښتونے دے ، اؤ راغلی دی هغوی سره ښکاره معجزې اؤ الله تعالیٰ لار نهٔ ورکوی ظالمانو خلقو ته ، ف۱۳۲
ف۱۳۲: کومو خلقو چې دَ حق څرګندېدو نه پس دَ سره کفر اختیار کړو۔ یعنی پهٔ زړهٔ کښې پوهېدل چې دا رسول رښتونے اؤ دا دین حق دے بلکې پهٔ خپلو مجلسونو کښې به ېٔ اقرار هم کؤلو۔ خو کینې اؤ دَ مال دولت حرص دَ اسلام قبلؤلو نه منع کړی وو لکه چې دَ اکثرو یهودیانو اؤ عیسایانو دغه حال وهٔ۔
نو داسې خلق څهٔ طمع کوی چې الله تعالیٰ به هغوی ته دَ کامیابیٔ لار وښئی اؤ جنت ته به لاړ شی۔ الله تعالیٰ داسې بې انصافه ظالمانو ته دَ حقیقی کامیابیٔ لار نهٔ ښئی۔ جنت پهٔ دوی حرام دے۔ دَ دوی نه زیات بدبخت هغه کسان دی چې یو ځل ېٔ ایمان راؤړو اؤ بیا دَ څهٔ دنیاوی غرضونو دپاره دَ شیطان پهٔ وینا کښې راغلل۔ دَ اسلام نه واپس شول اؤ بیا کفر ته لاړل۔ داسې کسان دَ ډېر سخت عذاب حقدار دی۔
اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ اَنَّ عَلَیْهِمْ لَعْنَةَ اللّٰهِ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْنَۙ۝۸۷
دَ داسې خلقو سزا دا ده چې پهٔ دوی باندې لعنت دے دَ الله اؤ دَ فرښتو اؤ دَ خلقو ټولو، ف۱۳۳
ف۱۳۳: یعنی الله تعالیٰ ، فرښتې اؤ مسلمانان ورباندې لعنت وائی بلکې هغوی خپله هم پهٔ ځان لعنت وائی۔ کله چې وائی پهٔ ظالمانو اؤ دروغژنو دې لعنت وی نو دا لعنت هم پهٔ دوی راځی خو دوی پرې نهٔ پوهیږی۔
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ۚ لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَ لَا هُمْ یُنْظَرُوْنَۙ۝۸۸
همېشه به وی پهٔ دې کښې نهٔ به کمیږی دَ دوی نه عذاب۔ اؤ نهٔ به دمه ورکؤلے شی، ف۱۳۴
ف۱۳۴: یعنی نهٔ به دَ دوی پهٔ عذاب کښې څهٔ کمې کیږی اؤ نهٔ به څهٔ وخت دپاره ترې عذاب بندیږی چې دمه وکړی همېشه به هم پهٔ سخت تکلیف کښې مبتلا وی۔
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ وَ اَصْلَحُوْا١۫ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۸۹
مګر کومو کسانو چې توبه وویسته دَ دې نه پس اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل۔ نو بې شکه الله بخښونکے مهربانه دے ف۱۳۵
ف۱۳۵: داسې سخت باغیان مجرمان به دَ دنیا کوم حکومت کله معاف کړی۔ خو الله تعالیٰ لوئے بادشاه غفور الرحیم دے ، دغسې مجرمان هم کهٔ پهٔ خپلو ګناهونو پښېمانه شی اؤ دَ زړهٔ نه توبه وباسی نیک عمل شروع کړی نو الله تعالیٰ به ورته زاړهٔ ګناهونه ټول معاف کړی۔ اَللّٰهُمَّ اغۡفِرۡ ذُنُوۡبِیۡ فَاِنَّكَ غَفُوۡرٌ رَّحِیۡمٌ ؕ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بَعْدَ اِیْمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّنْ تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الضَّآلُّوْنَ۝۹۰
کوم کسان چې کافران شول دَ منلو نه پس بیا زیاتېدل پهٔ خپل کفر کښې ، هرګز به نهٔ قبلیږی دَ هغوی توبه ، اؤ هم دغه خلق ګمراهان دی، ف۱۳۶
ف۱۳۶: کوم خلق چې دَ حق منلو اؤ پهٔ هغې دَ ښهٔ پوهېدلو نه پس هم ایمان نهٔ راؤړی، هم هغسې پهٔ خپل کفر قائم وی اؤ دَ اهلِ حق خلاف کوی هغوی چې مرګ ته نژدے شی اؤ دَ عذاب فرښتې ولاړې ووینی۔ دغه وخت کښې دَ خپل کفر نه توبه وباسی نو دا توبه ېٔ نهٔ قبلیږی۔ یا دا چې پهٔ کفر دغسې قائم وی اؤ دَ ځنې داسې کارونو نه چې دوی ته هم بد ښکاری توبه وباسی نو دا توبه نهٔ قبلیږی۔ داسې خلقو ته الله تعالیٰ دَ صحیح توبې توفیق هم نهٔ ورکوی۔ دوی به هم دغسې دَ کفر پهٔ تیرو کښې پراتهٔ وی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ مَاتُوْا وَ هُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْ اَحَدِهِمْ مِّلْءُ الْاَرْضِ ذَهَبًا وَّ لَوِ افْتَدٰی بِهٖ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ وَّ مَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ۠۝۹۱
بې شکه کم خلق چې کافران شول اؤ مړهٔ شول دوی هم دغسې کافران، نو هرګز به نهٔ قبلیږی دَ داسې سړی نه ډکه زمکه سرهٔ زر ف۱۳۷ اؤ اګر کهٔ دوی پهٔ بدله کښې دومره زر ورکوی، هم دغه کسانو دپاره دردناک عذاب دے ، اؤ نشته دَ دوی څوک مددګار، ف۱۳۸
ف۱۳۷: یعنی دَ دنیا دَ حکومتونو پهٔ شان دَ الله پهٔ دربار کښې سرهٔ زر اؤ سپین زر څهٔ کار نهٔ ورکوی۔ هلته خو صرف دَ ایمان دولت پکار راځی۔ فرض کړیٔ کهٔ دَ یو کافر سره دومره سرهٔ زر وی چې دا ټوله زمکه ترېنه ډکیږی کهٔ هغه دا ټول زر خیرات کړی نو دَ الله سره دَ دې هېڅ قدر نشته پهٔ آخرت کښې ورته هېڅ فائده نهٔ ورکوی ځکه چې دَ عمل روح ایمان دے۔ چې ایمان ورسره نهٔ وی نو هغه بې روحه عمل دَ آخرت پهٔ ژوند کښې هېڅ پکار نهٔ راځی۔
ف۱۳۸: فرض کړیٔ کهٔ دَ قیامت پهٔ ورځ دَ یو کافر سره دومره مال وی چې دا زمکه ترې ټوله ډکیږی اؤ هغه درخواست وکړی چې زهٔ دا ټول مال دَ بدل پهٔ طور پېش کوم خو ما دَ عذاب نه معاف کړه، نو الله تعالیٰ به دَ هغهٔ دا فدیه قبوله نهٔ کړی۔ بل ځائې کښې راغلی دی : اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّ مِثْلَهٗ مَعَهٗ لِیَفْتَدُوْا بِهٖ مِنْ عَذَابِ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۳۶ (سورة مائده رکوع ۶)
(کهٔ دَ کافرو سره پهٔ مخ دَ زمکې چې څهٔ دی دا ټول وی اؤ دَ دې هومره نور هم چې دَ قیامت دَ ورځې دَ عذاب پهٔ بدل کښې ېٔ ورکړی نو دَ دوی نه به قبول نهٔ شی اؤ دَ دوی دپاره دردناک عذاب دے)۔