پارہ 04

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتّٰی تُنْفِقُوْا مِمَّا تُحِبُّوْنَ١ؕ۬ وَ مَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ۝۹۲
هرګز به پهٔ نېکیٔ کښې کمال حاصل نهٔ کړیٔ ، تر څو چې دَ خپل خوښ څیز نه څهٔ خرڅ نهٔ کړیٔ ، اؤ څهٔ څیز چې تاسو خرڅ کویٔ نو هغه الله تعالیٰ ته معلوم دے۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی الله تعالیٰ ته معلوم دی چې تاسو څهٔ شے خرچ کویٔ ، څومره خرڅ کویٔ اؤ کوم ځاېٔ کښې خرڅ کویٔ۔ نو څومره چې دَ خوښې څیز پهٔ څنګه ځائې کښې څومره اخلاص اؤ صفا نیت سره خرڅ شی هغه هومره دَ الله تعالیٰ نه دَ جزا طمع پکار ده۔ کهٔ ډېره نیکی حاصلؤل غواړیٔ نو خپل بهترین شے دَ الله پهٔ لار کښې خرڅ کړیٔ۔
حضرت شاه عبدالقادر صاحب لیکلی دی چې څومره ډېر زړهٔ ته نژدے اؤ خوښ څیز دَ الله پهٔ لار کښې ولګی نو دومره ېٔ ثواب زیات دے۔ هسې ثواب خو پهٔ هر څیز کښې شته خو دَ ښهٔ څیز ثواب نور هم زیات دے۔ دَ یهودو اؤ عیسایانو پهٔ بیان کښې دا آیت پهٔ دې مناسبت راغلے دے چې هغوی ته خپل مال دولت اؤ سرداری خوږه وه چې دوی ېٔ دَ ایمان راؤړو نه منع کړی وو۔ نو څو پورې چې دغه محبوب شے قربان نهٔ کړی دَ الله قرب نهٔ شی حاصلؤلے۔ دَ دې نه وړومبنی آیت کښې دا وئیلی شوی وو کهٔ کافر ډېر مال خرڅ کړی هم ، هغه بې کاره دے۔ اوس ېٔ وښودله چې مسلمان چې څهٔ خرڅ کوی دَ هغې جزا به مومی۔ څومره چې ډېر ښهٔ څیز ولګوی دومره به نیکیٔ کښې کمال حاصل کړی۔
كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِلَّا مَا حَرَّمَ اِسْرَآءِیْلُ عَلٰی نَفْسِهٖ مِنْ قَبْلِ اَنْ تُنَزَّلَ التَّوْرٰىةُ١ؕ قُلْ فَاْتُوْا بِالتَّوْرٰىةِ فَاتْلُوْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۹۳
ټول دَ خوراک څیزونه بنی اسرائیلو ته حلال وو ، بې دَ هغې نه چې حرام کړی وو اسرائیل پهٔ خپل ځان دَ تورات دَ نازلېدو نه مخکښې، ف۱۴۰ ورته ووایه تورات راؤړیٔ اؤ وېٔ لولیٔ کهٔ تاسو رښتونی ېٔ۔ ف۱۴۱
ف۱۴۰: یهودو به رسول اکرمﷺ ته وئیل چې تهٔ څنګه وائې چې زهٔ پهٔ ملتِ ابراهیمی یم حالانکې تهٔ داسې څیزونه خورې کوم چې دَ ابراهیمؑ پهٔ کورنۍ الله تعالیٰ حرام کړی وو۔ لکه دَ اوښ غوښه اؤ پئ ۔ نو الله تعالیٰ فرمائی چې کوم څیزونه اوس مسلمانان خوری دغه دَ ابراهیمؑ پهٔ وخت کښې هم حلال وو څو پورې چې تورات نهٔ وهٔ نازل شوے۔ پهٔ تورات کښې خاص بنی اسرائیلو باندې ځنی څیزونه حرام شوی وو لېکن یو دَ اوښ غوښه یعقوبؑ پهٔ ځان دَ تورات نازلېدو نه مخکښې حرام کړے وه۔ هغوی علیه السلام دَ اوښ دَ غوښې خوړو نه قسم خوړلے وهٔ نو دَ هغویؑ پهٔ تابعداریٔ کښې دَ هغویؑ اولاد بنی اسرائیلو هم پهٔ ځان حرام ګڼله۔ قصه داسې وه چې یعقوبؑ دَ عرق النساء پهٔ درد ناجوړه شوے وهٔ نو هغویؑ نذر ومنلو کهٔ زهٔ دَ دې ناجوړتیا نه الله جوټ کړم نو کوم شے چې زما ډېر خوښ دے دَ هغې خوراک به پهٔ ځان بند کړم۔ دَ هغویؑ دَ اوښ غوښه اؤ پئ ډېر خوښ وو نو دا ېٔ پهٔ ځان حرام کړل۔ زمونږ پهٔ شریعت کښې داسې نذر منل چې هغې کښې یو حلال څیز حرامیږی جائز نهٔ دے۔ کهٔ چا داسې قسم وخوړو نو حکم دا دے چې هغه قسم به ماتوی۔ کفاره به ېٔ ورکوی اؤ هغه حلال شے به پهٔ ځان نه منع کوی۔
تنبیه: پهٔ وړومبنی آیت کښې دَ محبوب څیز دَ خرڅ کؤلو ذکر وهٔ۔ دلته یعقوبؑ پهٔ ځان یو محبوب څیز منع کړے دے۔ نو دې دواړو آیتونو کښې یو لطیف مناسبت دے۔ بل دا چې دې آیت کښې څرګنده شوه چې مخکښېنیو شریعتونو کښې هم ځنی احکام منسوخ شوی دی ، یو شے پهٔ یو وخت کښې حلال وهٔ ، بل وخت کښې بیا حرام کړې شوے دے۔ نو دغه شان کهٔ دَ دې شریعتِ محمّدیﷺ ځنې احکام دَ نورو شریعتونو دَ ځنې احکامو نه بدل وی نو دې کښې دَ انکار اؤ تعجّب څهٔ خبره نشته۔ دا څهٔ نوې کار نهٔ دے پهٔ نورو شریعتونو کښې هم دغه شان خپل خپل فرق راغلے دے۔
ف۱۴۱: یعنی کهٔ تاسو رښتونی ییٔ چې ابراهیمؑ باندې دا څیزونه حرام وو، نو خپل کتاب تورات راؤړیٔ پهٔ هغې کښې دا بیان مونږ ته وښییٔ۔ اؤ کهٔ پهٔ هغې کښې چرې داسې حکم نهٔ وهٔ نو بیا تاسو دَ دې دروغو نه توبه وباسیٔ۔ روایت دے چې یهودو دا چیلنچ قبول نهٔ کړې شو۔ تورات کښې داسې حکم چرته وهٔ چې هغوی تورات راؤړې وې؟
فَمَنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَؐ۝۹۴
نو څوک چې جوړوی پهٔ الله باندې دروغ دَ دې نه پس نو هم هغه غټ بې انصافه دے۔ ف۱۴۲
ف۱۴۲: دا خو غټه بې انصافی ده که دَ دې نه پس هم تاسو دغه چغې وهیٔ چې دا څیزونه پهٔ ابراهیمؑ حرام وو اؤ مونږ دَ ملّتِ ابراهیمی تابع یو۔
قُلْ صَدَقَ اللّٰهُ١۫ فَاتَّبِعُوْا مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا١ؕ وَ مَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۹۵
ورته ووایه الله رښتیا فرمائیلی دی اوس تابع شیٔ دَ ملتِ ابراهیمی چې هغه خالص دَ یو شوے وهٔ۔ اؤ نهٔ وهٔ مشرک۔ ف۱۴۳
ف۱۴۳: یعنی الله تعالیٰ دَ حلالو ، حرامو ، دَ اسلام اؤ رسولﷺ متعلق تاسو ته داسې رښتیا رښتیا خبرې وکړې چې هغې ته هېڅ څوک دروغ نهٔ شی وئیلے۔ اوس تاسو ته پکار دی چې اوس تاسو هم دَ مسلمانانو پهٔ شان دَ ملّتِ ابراهیمی تابعداری وکړیٔ اؤ دَ هغهٔ پهٔ شان خالص مؤحّدین شیٔ۔ دَ مسیحؑ، عزیزؑ اؤ احبار و رهبان عبادت پرېږدیٔ اؤ دَ مسلمانانو پهٔ شان صرف دَ یو الله تعالیٰ تابعدار شیٔ۔
اِنَّ اَوَّلَ بَیْتٍ وُّضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِیْ بِبَكَّةَ مُبٰرَكًا وَّ هُدًی لِّلْعٰلَمِیْنَۚ۝۹۶
بې شکه دَ ټولو نه وړومبے کور چې مقرر شو دَ خلقو دپاره دغه دے کوم چې مکه کښې دے، ف۱۴۴ برکت واله اؤ هدایت دَ ټولې دنیا دَ خلقو دپاره۔
ف۱۴۴: دَ مسلمانانو پهٔ دې وعده چې مونږ ملّتِ ابراهیمی ته زیات نژدے یو۔ یهودو به دا اعتراض هم کؤلو چې ابراهیمؑ خپل ملک عراق نه شام ته هجرت کړے وهٔ ، هم هلته وفات شو۔ دَ هغهٔ اولاد هم پهٔ شام کښې وسېدو اؤ څومره نبیان چې دَ هغهٔ نه پس راغلی دی ټول پهٔ دې مبارک وطن کښې وسېدل اؤ دَ ټولو قبله بیت المقدس وهٔ۔ اوس تاسو دَ حجاز نه راپورته شویٔ۔ دَ ټولو نبیانو قبله بیت المقدس مو پرېښوه۔ کعبه شریفه مو قبله کړه۔ بیا څنګه دعوه کویٔ چې مونږ ملّتِ ابراهیمی ته نژدے یو۔ پهٔ دې آیت کښې الله تعالیٰ فرمائی چې نور مقدّس ځایونه خو وروستو جوړ شوی دی پهٔ دنیا کښې دَ خلقو دَ توجه الی الله دپاره۔ دَ ټولو نه اول کور بیت الله شریف مقرر شوے دے چې پهٔ دغه مبارک ښار مکّه مکرّمه کښې واقع دے۔
فِیْهِ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ مَّقَامُ اِبْرٰهِیْمَ١ۚ۬ وَ مَنْ دَخَلَهٗ كَانَ اٰمِنًا١ؕ وَ لِلّٰهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیْهِ سَبِیْلًا١ؕ وَ مَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ۝۹۷
پهٔ دې کښې ښکاره نخښې دی لکه مقامِ ابراهیم۔ اؤ څوک چې دې ته ننوتو هغه پهٔ امن شو۔ ف۱۴۵ اؤ دَ الله حق دے پهٔ خلقو باندې دَ دې کور حج کؤل څوک چې طاقت لری هغې ته دَ ورتللو۔ اؤ چې څوک ونهٔ منی نو الله پروا نه لری دَ دنیا دَ خلقو۔ ف۱۴۶
ف۱۴۵: الله تعالیٰ دغه کور دَ ابتدا نه دَ ظاهری اؤ معنوی برکتونو نه ډک کړے دے اؤ دَ مخلوق دَ هدایت دپاره ېٔ مرکز ګرځؤلے دے۔ هم دَ دغه مرکز نه دَ ټولې دنیا دَ هدایت دپاره آخری رسولﷺ دَ علمګیر مذهب اسلام سره دنیا ته راغلو اؤ دَ ټولې دنیا مسلمانانو ته حکم وشو چې خپل عبادت کښې بیت الله شریف ته مخ کویٔ اؤ دَ دنیا دَ هر ګوټ نه دَ دې دَ حج دپاره پهٔ کال کښې یو ځل راجمع کېږیٔ۔ دَ بیت الله شریف پهٔ طواف کؤنکیو الله تعالیٰ دَ خپل رحمت بې حسابه انوار نازلوی۔ ټولو مخکښېنیو نبیانو هم دېر پهٔ شوق سره حج کؤلو۔ بلکې دَ بیت الله شریف احترام خو مشرکانو هم کؤلو۔ اؤ پهٔ هره زمانه کښې څوک چې به دې ته راورسېدل هغه به پهٔ امن وو۔ دَ بیت الله شریف سره خوا کښې مقامِ ابراهیم دَ دې پوخ ثبوت دے چې ابراهیمؑ دلته راغلے دے۔ مقامِ ابراهیم هغه کاڼے دے کوم باندې چې به ابراهیمؑ دَ بیت الله شریف دیوال وهلو دپاره ودرېدو۔ دَ الله پهٔ قدرت دې کاڼی کښې دَ هغهٔ دَ قدمونو نخښې شوی دی۔ دغه کاڼے تر اوسه پورې دغسې محفوظ راغلے دے۔ پهٔ طوفانِ نوحؑ کښې دَ روانېدو نه پس ابراهیمؑ دوباره دَ بیت الله شریف تعمیر وکړو۔ حضرت اسماعیلؑ هم ورسره دې تعمیر کښې ملګرے وهٔ۔ پهٔ اوله سپاره کښې دَ دې پوره تفصیل بیان شوے دے۔
ف۱۴۶: پهٔ دې پاک کور کښې دَ جمالِ خداوندی خاصې تجلّې دی۔ پهٔ دې وجه ېٔ دا کور دَ حج دپاره خاص کړے دے۔ حج یو داسې عبادت دے چې دَ هغې هره ادا دَ محبوبِ حقیقی دَ عشق و محبّت دَ جذبې اظهار کوی۔ نو څوک چې دَ مالک حقیقی دَ محبّت دعوه کوی اؤ بدنی اؤ مالی طاقت ېٔ دومره وی چې دې کور ته دَ تلو راتلو طاقت لری نو پهٔ هغهٔ لازم ده چې کم از کم پهٔ عمر کښې یو ځل خو ضرور دَ محبوبِ حقیقی پهٔ دربار کښې حاضری ورکړی۔ اؤ دَ مجنون پهٔ شان دَ هغهٔ دَ کور طواف وکړی۔ څوک چې دَ محبّت دعوه کوی یعنی ځان ته مسلمان وائی ، کهٔ دَ هغهٔ نه دومره قدر تکلیف هم نهٔ کیږی نو هغه دروغژن دے۔ واقعی عاشق نهٔ دے۔ هغهٔ ته اختیار دے هر ځائې چې ټکرې وهی۔ خپله به دَ انوارو دَ رحمت نه محروم پاتې شی۔ الله تعالیٰ غنی بادشاه دے کهٔ څوک یهودی مری اؤ کهٔ عیسائی ، دَ هغهٔ پرې څهٔ پروا ده تاوان ېٔ خپل دے۔ دَ حج دَ احکامو تفصیل دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې وګوریٔ۔
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ١ۖۗ وَ اللّٰهُ شَهِیْدٌ عَلٰی مَا تَعْمَلُوْنَ۝۹۸
ورته ووایه اے اهلِ کتابو تاسو ولې انکار کویٔ دَ الله دَ کلام نه اؤ الله ته مخامخ دی څهٔ چې تاسو کویٔ۔ ف۱۴۷
ف۱۴۷: دَ دې نه مخکښېنیو آیتونو کښې یهودو اؤ عیسایانو ته خطاب وهٔ۔ پهٔ مینځ کښې دَ هغوی دَ اعتراضونو جوابونه راغلل۔ اوس بیا هغوی ته خطاب دے چې دَ حق اؤ صداقت دومره دلیلونو اؤ دَ قرآن کریم داسې رښتیا رښتیا خبرونو نه پس هم تاسو هغسې دَ کفر لمن ټینګه کړے ده۔ پهٔ تاسو څهٔ چل شوے دے چې سره دَ علم اؤ سره دَ اهلِ کتاب کېدو دَ دعوې ، پهٔ کلامِ الله دَ ایمان راؤړو نه انکار کویٔ؟ یاد لریٔ چې الله تعالیٰ ستاسو دَ نیتونو اؤ ستاسو دَ ټولو کارونو نه ښهٔ خبر دے۔ کله چې دَ حساب وخت راشی نو دَ ذرې ذرې حساب به درسره کیږی اؤ دَ خپلو عملونو سزا به پوره پوره درکؤلے شی۔
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ تَبْغُوْنَهَا عِوَجًا وَّ اَنْتُمْ شُهَدَآءُ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۝۹۹
ورته ووایه اے اهلِ کتابو ولې منع کویٔ تاسو دَ الله دَ لارې نه ایمان راؤړونکی چې لټویٔ پهٔ دې کښې عیبونه اؤ تاسو ښهٔ خبر ییٔ۔ اؤ الله ناخبره نهٔ دے ستاسو دَ کار نه۔ ف۱۴۸
ف۱۴۸: یعنی یوازې دا نه چې خپله ایمان نهٔ راؤړیٔ بلکې نور خلق هم دَ ایمان راؤړو نه منع کویٔ۔ اؤ څوک چې مسلمانان شوی دی هغوی ته پهٔ اسلام کښې فرضی عیبونه را وباسیٔ چې دَ هغوی شک پیدا شی اؤ بیا کافران شی۔ اؤ دا هر څهٔ پهٔ ناپوهیٔ نهٔ کوی، سره دَ پوهې اؤ سره دَ علم پهٔ ګډو وډو سر شوی ییٔ۔ ستاسو دَ دې کارونو نه الله تعالیٰ ناخبره نهٔ دے۔ پهٔ خپل وخت به دَ دې ټولو کارونو سزا ورکوی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تُطِیْعُوْا فَرِیْقًا مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ یَرُدُّوْكُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ كٰفِرِیْنَ۝۱۰۰
اے ایماندارو کهٔ تاسو خبره ومنیٔ دَ ځنې اهلِ کتابو نو هغوی به بیا تاسو دَ ایمان راؤړو نه پس بیا کفر ته را وګرزوی۔ ف۱۴۹
ف۱۴۹: پهٔ وړومبنیو آیتونو کښې اهلِ کتابو ته زورنه ورکړې شوه چې سره دَ پوهې ولې داسې کارونه کویٔ۔ اوس مسلمانانو ته نصیحت دے چې تاسو دَ هغوی پهٔ خبرو کښې مهٔ راځیٔ۔ کهٔ دَ دوی خبره مو ومنله نو دَ اسلام دَ رڼا نه پس به مو بیا دَ کفر پهٔ تیرو کښې وغورزوی۔
وَ كَیْفَ تَكْفُرُوْنَ وَ اَنْتُمْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ اٰیٰتُ اللّٰهِ وَ فِیْكُمْ رَسُوْلُهٗ١ؕ وَ مَنْ یَّعْتَصِمْ بِاللّٰهِ فَقَدْ هُدِیَ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۠۝۱۰۱
اؤ تاسو څنګه کفر کویٔ اؤ تاسو ته لوستې شی دَ الله آیتونه اؤ پهٔ تاسو کښې دَ الله رسول موجود دے۔ اؤ چا چې مضبوط ونیؤلو الله نو هغهٔ ته هدایت وشو دَ نېغې لارې، ف۱۵۰
ف۱۵۰: دا ډېره ګرانه خبره ده چې یو قوم کښې داسې عظیم الشان رسول موجود وی چې هغه ورته شپه ، ورځ دَ الله کلام آؤروی۔ هغه قوم دَ ایمان راؤړو نه پس بیا دَ کفر کارونه وکړی۔ دَ چا چې پهٔ الله باندې ایمان مضبوط وی ، هغه دَ نېغې لارې نه هېڅوک نهٔ شی اړؤلے۔
فائده: پهٔ مدینه منوره کښې دَ انصارو دوه قبیلې وې۔ اوسؔ اؤ خزرجؔ۔ دَ اسلام راؤړو نه مخکښې لکه دَ نورو عربو قبیلو دَ دې دواړو تر مینځه هم سخته دښمنی وه۔ همېشه به ېٔ پهٔ وړو وړو خبرو غټ غټ جنګونه راتلل ، چې پهٔ کالونو به جاری وو ، پهٔ سوونو خلق به پکښې تباه شو۔ دَ بعأث مشهور جنګ شپږ شلې کاله جاری وهٔ۔ دَ حضور اکرمﷺ دَ هجرت نه پس دَ اسلام دَ تعلیم اؤ دَ حضورﷺ دَ صحبت پهٔ برکت دَ دواړو قبیلو مینځ کښې صلح وشوه اؤ دَ ورورولیٔ تعلقات ېٔ مضبوط شول ، پهٔ مدینه منّوره کښې دَ یهودو هم دوه قبیلې وې چې دَ دوی سره به پهٔ جنګونو کښې شریکېدل۔ کله به ېٔ دَ یوې قبیلې مدد کؤلو ، کله دَ بلې۔ دغسې به ېٔ دا دواړه قبیلې کمزورې کؤلے اؤ خپل طاقت به ېٔ مضبوطؤلو۔ پهٔ هغوی باندې دَ دوی اتفاق اؤ ورورولی کله ښهٔ لګېده۔ پهٔ څهٔ طریقه ېٔ دَ دوی ترمینځه بیا زاړهٔ جنګونه تازه کؤل غوښتل۔ یوه ورځ یهودیانو یو ړوند یهودی شماسؔ بن قیس دَ انصارو یو داسې مجلس ته واستؤلو چې هلته دَ دواړو قبیلو ځلمی ناست وو۔ هغه یهودی پهٔ څهٔ چل دَ بعاؔث دَ جنګ خبره وچېړله۔ اؤ دَ بعاؔث دَ جنګ دَ یاد داسې اشعار ېٔ واورؤل چې پهٔ هغې ځلمو ته جوش راغلو۔ دَ زبانی خبرو نه معامله واؤړېده ، یو بل پسې ېٔ تورې راوویستې اؤ جنګ شروع کېدونکے وهٔ چې حضور اکرمﷺ دَ مهاجرو دَ یو ټولی سره هغه میدان ته راؤرسېدو۔ هغوی ته ېٔ پهٔ دې الفاظو نصیحت شروع کړو۔ اے مسلمانانو ځلمو۔ دَ الله نه ویرېږیٔ۔ تاسو ته الله تعالیٰ دَ اسلام هدایت وکړو۔ دَ کفر اؤ جهالت د تیرو نه ېٔ راوویستیٔ۔ نو دَ اسلام پهٔ برکت مو دښمنیٔ ختمې شوې اؤ خوږه ورورولی مو جوړه شوه۔ دَ تباهیٔ اؤ بربادیٔ نه بچ شویٔ ولې تاسو بیا دَ کفر تیرو ته د واپس تلو نیت کړے دے؟ دَ الله نه ویرېږیٔ۔ زهٔ ژوندې دلته موجود یم ، اؤ تاسو بیا دَ جهالت چغې نعرې شروع کړې۔
دَ حضور اکرمﷺ دَ دې غږ سره هغوی تورې وغورزؤلے اؤ پوه شو چې دا خو دَ یهودی شرارت وهٔ۔ مونږ ېٔ بیا خپلو کښې پهٔ جنګ وروستو۔ دا آیتونه دَ دې واقعې پهٔ حق کښې نازل شوی دی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ حَقَّ تُقٰتِهٖ وَ لَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ۝۱۰۲
اے ایماندارو ویرېږیٔ دَ الله نه څنګه چې دَ هغهٔ نه ویرېدل پکار دی ، اؤ مهٔ مړهٔ کېږیٔ مګر مسلمانان، ف۱۵۱
ف۱۵۱: یعنی دَ هر مسلمان پهٔ زړهٔ کښې ویره صرف دَ الله پکار ده۔ اؤ همېشه دَ پرهیزګاریٔ اؤ تقویٰ پهٔ لار کښې ثابت قدم وسېدل پکار دی۔ شېطانان دا غواړی چې تاسو دَ اسلام دَ لارې نه واړوی۔ هغوی نا امیده کړیٔ اؤ چې تر مرګه پورې یو کار هم دَ اسلام خلاف ونهٔ کړیٔ ستاسو مرګ اؤ ژوند دَ اسلام دپاره دے۔
وَ اعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللّٰهِ جَمِیْعًا وَّ لَا تَفَرَّقُوْا١۪ وَ اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ كُنْتُمْ اَعْدَآءً فَاَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهٖۤ اِخْوَانًا١ۚ وَ كُنْتُمْ عَلٰی شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَاَنْقَذَكُمْ مِّنْهَا١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ۝۱۰۳
اؤ ټینګه ونیسیٔ دَ الله رسۍ پهٔ جمع اؤ جدا کېږیٔ مه ف۱۵۲ اؤ یاد کړیٔ دَ الله احسان پهٔ تاسو باندې چې ویٔ تاسو پهٔ خپلو کښې دښمنان نو مینه واچؤله الله ستاسو زړونو کښې ، نو اوس شویٔ تاسو دَ هغهٔ پهٔ فضل وروڼه ف۱۵۳ اؤ تاسو دَ اور دَ غار پهٔ غاړه ولاړ ویٔ نو تاسو ېٔ دَ هغې نه بچ کړیٔ ف۱۵۴ دغه شان څرګندوی الله تاسو ته خپل آیتونه۔ چې تاسو لار بیا مومیٔ، ف۱۵۵
ف۱۵۲: ټول پهٔ جمع دَ الله رسۍ یعنی قرآن کریم مضبوط ونیسیٔ ، اؤ دَ هغې پهٔ احکامو پوره پوره عمل کویٔ۔ دا رسۍ دَ شلېدو نهٔ ده۔ البته دا کېدے شی چې ستاسو دَ لاسونو نه خلاصه شی۔ نو ټول پهٔ جمع دا رسۍ مضبوطه ونیسیٔ چې شیطانان مو پهٔ جُدا کؤلو کښې کامیاب نهٔ شی۔ پهٔ دې طریقه به دَ مسلمانانو د انفرادی ژوند سره سره قومی ژوند اؤ اجتماعی طاقت هم مضبوط اؤ ناقابلِ شکست شی۔ دَ قرآن کریم ټینګؤل هغه کار دے چې خور وور طاقت راجمع کوی۔ اؤ دَ مړ قوم پهٔ زړهٔ کښې ژوند پیدا کوی لیکن پهٔ قرآن باندې دَ عمل مطلب دا نهٔ دے چې هر سړے دَ قرآن نه دَ خپلې رائے مطابق مطلب واخلی بلکې دَ قرآن معنٰی اؤ مطلب هغه پکار دے کوم چې دَ صحیح احادیثو اؤ دَ سلفِ صالحینو دَ اقوالو سره موافق وی۔
ف۱۵۳: یعنی دَ سوونو کالو کینې اؤ دښمنیٔ ېٔ ستاسو دَ زړونو نه لرې کړې اؤ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ برکت سره خواږهٔ وروڼه شویٔ۔ اؤ داسې طاقت شویٔ چې دښمنان درنه رپیږی۔ دا دَ الله تعالیٰ پهٔ تاسو دومره لوېٔ احسان دے کهٔ دَ ټولې دنیا خزانې څوک ولګوی نو دا ورورولی اؤ طاقت نهٔ شی پیدا کؤلے۔
ف۱۵۴: یعنی دَ کفر اؤ ګناهونو اؤ خپلو کښې دَ بې اتفاقیٔ پهٔ سبب دَ دوزخ پهٔ کناره (غاړه) ولاړ ویٔ۔ الله تعالیٰ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ برکت دَ دې اور نه بچ کړیٔ اؤ دَ ایمان رڼا ېٔ درکړه۔ کهٔ دا احسانونه مو یاد وی نو هېچرې به بیا ګمراهیٔ طرف ته مخه ونهٔ کړیٔ۔
ف۱۵۵: دا خبرې درته داسې صفا صفا ځکه بیان شوې چې دا مو یادې وی اؤ بیا چرته داسې خطرناکه غلطی ونهٔ کړیٔ ، شیطان مو خطا نهٔ کړی۔
وَ لْتَكُنْ مِّنْكُمْ اُمَّةٌ یَّدْعُوْنَ اِلَی الْخَیْرِ وَ یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۝۱۰۴
اؤ پکار ده چې وی تاسو نه یوه ډله داسې چې بلی خلق نیک کار ته اؤ حکم ورته کوی دَ ښو کارونو اؤ منع کوی ېٔ دَ ناکاروالی نه اؤ هم دغه خلق ورسېدل خپل مراد ته ف۱۵۶
ف۱۵۶: یعنی پرهېزګاری اؤ دَ الله رسۍ ټینګؤل۔ اتفاق۔ اتحاد ، قومی ژوند اؤ اسلامی ورورولی دا ټول څیزونه هله قائم پاتې کېدے شی چې پهٔ مسلمانانو کښې یوه ډله صرف دې دپاره خپل ژوند وقف کړی چې خپل قول اؤ عمل سره خلق قرآن اؤ سنّت طرف ته رابلی اؤ کهٔ چرته پهٔ خلقو کښې دَ نیکیٔ طرف نه سستی ووینی یا پهٔ خلقو کښې دَ بدیٔ طرف ته میلان معلوم شی نو پهٔ هغه وخت پهٔ ښهٔ طریقه هغوی نیکیٔ طرف ته متوجه کړی اؤ دَ بدیٔ نه ېٔ منع کړی۔ څرګنده ده چې دا کار دَ هغه کسانو دے څوک چې معروف اؤ منکر ، نیکی اؤ بدی وپېژنی اؤ دَ قرآن اؤ سنّت عالمان وی ، دَ عقل اؤ تدبیر خاوندان وی ، ګنې ډېر ممکنه ده چې یو جاهل سړے دَ نیکیٔ نه بدی اؤ بدیٔ نه نیکی جوړه کړی اؤ دَ اصلاح ټول نظام ګډ وډ کړی۔ یا دَ یوې بدیٔ اصلاح پهٔ داسې طریقه وکړی چې دَ هغې نه نورې ډېرې بدیٔ راپورته شی۔ یا دَ نرمۍ پهٔ ځائې سختی اؤ دَ سختۍ پهٔ ځائې نرمی وکړی اؤ دغسې دَ اصلاح پهٔ ځائې نور فساد جوړ کړی۔
شاید پهٔ دغه وجه دَ مسلمانانو یو خاص جماعت دې کار دپاره مقرر شوے دے چې هغه هر قسم دَ دې کار لیاقت لری۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی کله چې عام خلق پهٔ یوه بدیٔ کښې مبتلا شی، اؤ دَ منع کؤلو ېٔ څوک نهٔ وی نو دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه دَ عام عذاب راتلو خطره ده۔
باقی دا چې پهٔ کوم حالت کښې اؤ کوم وخت امر بالمعروف ترک کؤلو کښې بنده معزور ګڼلې شی اؤ پهٔ کومو موقعو کښې امر بالمعروف واجب اؤ پهٔ کومو موقعو کښې مستحب دے ، دا لوئے تفصیل غواړی۔ دلته دومره ګنجائش نشته۔ امام ابوبکر رازیؒ پهٔ احکام القرآن کښې دَ دې پوره تفصیل لیکلې دے۔ دغه کتاب کتل پکار دی۔
وَ لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ تَفَرَّقُوْا وَ اخْتَلَفُوْا مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَیِّنٰتُ١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌۙ۝۱۰۵
اؤ مهٔ کېږیٔ تاسو دَ هغه خلقو پهٔ شان چې بیل بیل شو اؤ اختلاف ېٔ وکړو پس دَ هغې نه چې راغلل هغوی ته صفا حکمونه اؤ دَ دغه خلقو دپاره غټ عذاب دے ف۱۵۷
ف۱۵۷: یعنی دَ یهودو اؤ عیسایانو پهٔ شان مهٔ کېږیٔ چې دَ خپل دنیاوی غرضونو دپاره دَ صفا احکامو راتلو نه پس هم دَ دین پهٔ احکامو کښې اصولو اؤ فروعو کښې ېٔ خپلو کښې اختلاف پیدا کړو اؤ بیلې بیلې ډلې پرې ېٔ جوړې کړې۔ دې اختلاف ېٔ قومی ژوند تباه کړو۔ اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ عذاب کښې راګېر شو۔ افسوس دے چې نن مسلمانانو کښې هم دَ صفا ، صریح اؤ مسلّم اصولو خلاف پهٔ شریعتِ اسلامی کښې بې شماره ډلې جوړې شوی دی لېکن الحمد الله بیا هم یوه لویه ډله دَ قرآن اؤ سنّتِ رسولﷺ پهٔ صحیح مسلک باندې قائمه ده اؤ انشاء الله تر قیامته به دَالله اؤ رسولﷺ دَ وعدې مطابق قائمه وی۔ باقی پاتې شو فروعی اختلافات کوم چې پهٔ اصحابو اؤ مجتهدینو علماؤ کښې راغلی دی۔ دَ هغې دَ دې آیت سره څهٔ تعلق نشته خو دَ (اِخۡتِلَافُ اُمَّتِیۡ رَحۡمَةٌ) مصداق دی۔ دَ دې فروعی اختلاف پهٔ وجوهاتو شاه ولی الله صاحبؒ پهٔ خپلو تصنیفاتو کښې کافی بحث کړے دے۔
یَّوْمَ تَبْیَضُّ وُجُوْهٌ وَّ تَسْوَدُّ وُجُوْهٌ١ۚ فَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْوَدَّتْ وُجُوْهُهُمْ١۫ اَكَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ۝۱۰۶
هغه ورځ چې سپین به شی ځنی مخونه اؤ تور به شی ځنی مخونه، ف۱۵۸ نو دَ کومو کسانو چې مخونه تور شول (هغوی ته به وئیلے شی) آیا تاسو دَ ایمان راؤړو نه پس بیا کافران شویٔ۔ ف۱۵۹ نو اوس وڅکیٔ عذاب دَ کفر کؤلو پهٔ بدل کښې۔
ف۱۵۸: یعنی دَ ځنې کسانو پهٔ مخونو خو به دَ پرهېزګاریٔ اؤ ایمان نور ځلیږی اؤ خوشحال خندان به وی اؤ ځنی مخونه دَ کفر اؤ ګناهونو پهٔ سیاهۍ تور وی۔ پریشان اؤ بد حال به وی۔ ګویا دَ هر چا ظاهر به دَ هغهٔ دَ باطن آئینه وی۔
ف۱۵۹: دا الفاظ به (۱)مرتدانو، (۲) کافرانو، (۳) منافقانو، (۴) اهلِ کتابو، (۵) عامو کافرانو، (۶) فاسقانو، اؤ (۷) بدعتیانو ټولو ته وئیلے شی۔
(۱)مرتد هغه دے چې دَ ایمان راؤړو نه پس بیا کافر شی۔
(۲)منافق هغه دے چې پهٔ ژبه خو دَ ایمان اقرار کوی لېکن پهٔ زړهٔ کښې مسلمان نهٔ وی دَ زړهٔ نه کافر وی۔
(۳)اهلِ کتاب پهٔ خپلو نبیانو اؤ آسمانی کتابونو باندې دَ ایمان وعده کوی۔ خو کهٔ دوی پرې واقعی ایمان راؤړے وې نو پکار ده چې دَ هغه آسمانی کتابونو دَ بشارت مطابق ېٔ پهٔ حضور اکرمﷺ هم ایمان راؤړے وې۔ لېکن هغوی دَ هغهٔ دَ رسالت نه انکار کؤلو کښې دَ جاهلانو مشرکانو نه زیات سخت وو۔ ګویا کهٔ دوی خپل کتاب باندې ایمان راؤړو نه پس بیا کافران شو۔ دَ هغې کتابونو دَ احکامو نه منکر شو۔
(۴)دَ بدعتیانو پهٔ خولهٔ دعوه دا وی چې مونږ دَ قرآن اؤ سنت اتباع کوؤ اؤ پهٔ حضور اکرمﷺ مو ایمان راؤړے دے۔ خو دَ دې دعوې سره هغوی کله خو دَ ځان نه پهٔ دین کښې داسې کارونه شاملوی چې دَ هغې حکم حضورﷺ نهٔ دې کړے، اؤ کله دَ دین دَ ځنې ضروری احکامو نه انکار کوی۔ نو پهٔ دې طریقه هغوی هم دَ اصل دین نه بهر ته وځی۔ اؤ دَ اَکَفَرۡتُمۡ بَعۡدَ اِیۡمَانِکُمۡ مخاطب جوړیږی۔
(۵)باقی پاتی شو فاسقان۔ دَ چا چې عقیده سمه وی خو ګناهونه ېٔ کړی وی۔ هغوی ته دا خطاب پهٔ دې معنیٰ دے چې تاسو دَ ایمان نه پس دَ کافرو پهٔ شان کارونه ولې کؤل۔ ګویا دَ کفر نه عملی کفر مراد دے۔ اؤ عامو کافرو ته دا خطاب پهٔ دې معنیٰ دے چې الله تعالیٰ ټول مخلوق پهٔ صحیح فطرت مسلمانان پیدا کړی دی۔ نو مطلب دا شو چې تاسو خپل صحیح فطرت ایمان ولې پرېښو اؤ کافران شویٔ۔
باقی دَ آیت دَ سیاق نه دا معلومیږی چې دلته مراد کفر فعلی دے۔ یعنی پهٔ دین کښې اختلاف اؤ تفریق پیدا کؤل۔ والله اعلم۔
وَ اَمَّا الَّذِیْنَ ابْیَضَّتْ وُجُوْهُهُمْ فَفِیْ رَحْمَةِ اللّٰهِ١ؕ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۱۰۷
اؤ کوم خلق ، چې سپین شول دَ هغوی مخونه ، نو هغوی دَ الله پهٔ رحمت کښې دی ، هغوی به دې کښې همېشه وی۔ ف۱۶۰
ف۱۶۰: یعنی پهٔ جنّت کښې۔ ولې چې جنّت یوازې پهٔ عمل سره نهٔ ملاویږی اؤ سره دَ عمله دَ الله تعالیٰ رحمت اؤ فضل هم ورته پکار دے۔ اؤ جنّت هم داسې یو ځائې دے چې هلته الله تعالیٰ دَ آرام اؤ ښهٔ ژوند دَ هر قسم اسباب اؤ سامان مهیا کړی دی۔ ع بہشت آنجاکہ آزارے نہ باشد۔
تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعٰلَمِیْنَ۝۱۰۸
دا دَ الله حکمونه دی چې مونږ ېٔ اؤرؤو تا ته ټیک ټیک اؤ الله پهٔ مخلوق باندې ظلم کؤل نهٔ غواړی ف۱۶۱
ف۱۶۱: پهٔ اصل معنیٰ کښې ظلم خو دَ الله نه ممکن نهٔ دے۔ لېکن ظاهری شکل کښې چې کوم ته ظلم وئیلے شی هغه هم دَ الله تعالیٰ نه نهٔ شی کېدے۔ مثلًا بندګانو ته داسې احکام راستؤل چې دَ هغې مطلب صرف تنګؤل اؤ تکلیف ورکؤل وی۔ یا داسې کس ته چې دَ رحم حقدار وی عذاب ورکؤل۔ یا دَ لږې سزا حقدار ته زیاته سزا ورکؤل۔ یا دَ څهٔ معمولی نېکیٔ ثواب نهٔ ورکؤل وغېره۔ یاد لریٔ چې دَ الله تعالیٰ هر حکم دَ بنده دَ فائدې دپاره اؤ دَ حکمت اؤ مصلحت عین مطابق دے۔
وَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ۠۝۱۰۹
اؤ دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی اؤ دَ الله طرف ته راګرځی هر کار ف۱۶۲
ف۱۶۲: هر کله چې هر څیز دَ الله تعالیٰ مخلوق اؤ ملکیت دے ، اؤ دَ هر کار انجام دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دے نو ظلم به څنګه وشی اؤ ولې به کیږی۔
كُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ١ؕ وَ لَوْ اٰمَنَ اَهْلُ الْكِتٰبِ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ١ؕ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ وَ اَكْثَرُهُمُ الْفٰسِقُوْنَ۝۱۱۰
ییٔ تاسو بهترین اُمت پهٔ ټولو اُمتونو کښې چې راستؤلے شوے دے دنیا ته، ف۱۶۳ حکم کویٔ دَ ښو کارونو ، اؤ منع کویٔ دَ ناکاره کارونو نه ف۱۶۴ اؤ ایمان راؤړیٔ پهٔ الله ، ف۱۶۵ اؤ کهٔ ایمان راؤړې وې اهلِ کتابو نو دَ دوی دپاره بهتره وه۔ څهٔ خو پهٔ دوی کښې ایمانداره دی اؤ ډېر پهٔ کښې نافرمانه دی۔ ف۱۶۶
ف۱۶۳: دَ تېرې رکوع پهٔ اول کښې فرمائیلی شوی وو؟ یٰؔاَیُّهَا الۡذِیۡنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللہَ حَقَّ تُقَاتِهٖ (الآیة) ترمینځه دَ هغې مناسب نور اوامر اؤ نواهی اؤ وعدې اؤ وعیدونه راغلل اوس بیا هغه مضمون پوره کؤلے شی یعنی اے مسلمانانو الله تعالیٰ تاسو پهٔ ټولو امّتونو کښې بهترین امّت کړیٔ۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ علمِ ازلی کښې دَ مخکښې نه دا مقرر شوے وه اؤ مخکښېنیو نبیانو ته دا خبر ورکړې شوے وهٔ چې نبی آخرالزمان به پهٔ تمامو انبیاؤ کښې افضل وی اؤ دَ هغهٔ امّت به پهٔ ټولو امّتونو کښې بهتر وی۔ ځکه چې دَ هغوی شریعت دَ ټولو نه کامل اؤ مکمل شریعت اؤ دَ هغوی نبیﷺ دَ ټولو نه افضل دے۔ دا امّت څهٔ خاص قوم اؤ نسب یا خاص ملک پورې محدود نهٔ دے بلکې دَ دې دائره ټولو بنیادمو اؤ ټولې دنیا ته شامله ده اؤ دغه شریعت دَ ژوند پهٔ ټولو شعبو باندې حاوی دے۔ دَ ژوند پهٔ هره شعبه کښې رهنمائی کوی۔ ګویا کهٔ دَ دې امّت کار دا دے چې دَ نورو خلقو خېر خواهی به کوی۔ دَ کفر دَ تیرو نه به ېٔ وباسی اؤ دَ جنّت پهٔ دروازه به ېٔ ودروی۔ دَ ”اُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ“ هم دغه مطلب دے۔
تنبیه: دَ دې سورت پهٔ نهمه(۹) رکوع کښې : ”وَ اِذۡ اَخَذَ اللہُ مِیۡثَا النَّبِیِّیۡنَ“ دَ حضور اکرمﷺ دَ جامعیت اؤ امامتِ کبریٰ اعلان شوے دے اؤ پهٔ لسمه (۱۰) رکوع کښې دَ ”اِنَّ اَوَّلَ بَیۡتٍ “ نه دَ دې اُمّت دَ قبلې دَ بهتریٔ بیان دے اؤ دَ یوؤلسمې (۱۱) رکوع ”وَاعۡتَصِمُوۡا بِحَبۡلِ اللہِ“ نه دَ دې اُمّت دَ کتاب اؤ شریعت دَ مضبوطیا بیان دے۔ اوس دَ دولسمې رکوع نه دَ دې اُمّت دَ فضیلت اؤ عظمت اعلان کیږی۔
ف۱۶۴: مُنۡکَرۡ: ناکاره کارونه ۔ پهٔ دې کښې شرک ، کُفر ، بدعات ، ناکاره رواجونه ، فسق و فجور ، بد اخلاقی اؤ هر قسم نامعقوله خبرې راغلې۔ دَ دې خبرو نه منع هم پهٔ ګڼو طریقو کیږی۔ کله پهٔ وېنا۔ تقریر۔ کله پهٔ قلم۔ کله پهٔ توره۔ غرض دا چې هر قسم جهاد پهٔ دې کښې راغلو۔ جهاد بالسیف۔ جهاد بالقلم۔ جهاد بالمال ټول پکښې شامل دی۔ دا صفت څومره چې اُمّت محمّدیه کښې موندے شی بل اُمّت کښې نشته۔
ف۱۶۵: ایمان بِالله کښې دَ توحید سره دَ الله پهٔ رسولانو اؤ کتابونو باندې ایمان راؤړل هم داخل دی۔ اؤ رښتیا خو دا ده چې دَ خالص اؤ کامل توحید اهتمام پهٔ نورو اُمّتونو کښې نهٔ دے شوے۔
حضرت عمر ؓ فرمائیلی دی : څوک چې دا غواړی چې پهٔ خَیۡرُ الۡاُمَمۡ کښې شامل شی نو هغهٔ له پکار دی چې دَ دې شرطونه پوره کړی۔ ایمان بالله۔ امر بالمعروف نهی عن المنکر۔ یعنی خپله هم سمېدل اؤ بل هم سمؤل ، اؤ دغه اوچت شان وهٔ دَ اصحابِ کراموؓ۔
ف۱۶۶: یعنی کهٔ اهلِ کتابو ایمان راؤړې وې نو دوی هم پهٔ دې خیرالامم کښې شاملېدے شو۔ پهٔ دنیا کښې به ېٔ هم عزت زیات شوے وهٔ۔ اؤ پهٔ آخرت کښې به ورته هم اجر ورکړې شوے وهٔ۔ مګر افسوس دے چې هغوی کښې ډېر لږ کسان مؤمنان شو لکه عبدالله بن سلام اؤ دَ هغهٔ ملګری۔ اؤ اکثرو پکښې حق قبول نهٔ کړو۔ سره دَ پوهې پهٔ ګمراهیٔ کښې پراتهٔ وو۔
لَنْ یَّضُرُّوْكُمْ اِلَّاۤ اَذًی١ؕ وَ اِنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ یُوَلُّوْكُمُ الْاَدْبَارَ١۫ ثُمَّ لَا یُنْصَرُوْنَ۝۱۱۱
هېڅ نقصان به در نهٔ کړې شی تاسو ته بې دَ ژبې دَ کړاؤ نه ، اؤ کهٔ دَ تاسو سره پهٔ جنګ شو ۔ نو شا به کړیٔ ، بیا به دَ دوی امداد نهٔ کیږی، ف۱۶۷
ف۱۶۷: کهٔ دَ دوی اکثریت ایمان نهٔ راؤړی خپل تاوان ېٔ دے، تاسو ته څهٔ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ دَ دوی خو بس دغه وس دے چې دَ خلې پهٔ خبرو درته څهٔ لږ ډېر تکلیف ورسوی اؤ بس۔ کهٔ چرې تاسو سره ېٔ دَ جنګ نیت وکړو۔ اؤ مخامخ شول نو سره دَ دنیاوی ساز و سامان اؤ سره دَ ډېروالی به تښتی اؤ تاسو ته به شا کوی ، اؤ هېڅوک به ورته داسې مدد نهٔ شی ورکؤلے چې دَ تېښتې نه ېٔ بچ کړی۔ دا مخکښې وینا حرف پهٔ حرف رښتیا شوه۔ دَ صحابه کراموؓ پهٔ زمانه کښې دَ اهلِ کتابو هم دغه حال وهٔ۔ پهٔ یو جنګ کښې هم هغوی ته ټینګ شوی نهٔ دی دَ خپل طرف نه ېٔ دَ مسلمانانو دَ مقابلې پوره پوره کوشش کؤلو ، خو همېشه به ېٔ پهٔ هر میدان کښې شکست خوړو۔ مسلمانانو سره دَ خپل الله امداد وهٔ۔
ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ اَیْنَ مَا ثُقِفُوْۤا اِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ حَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَ بَآءُوْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الْمَسْكَنَةُ١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ یَقْتُلُوْنَ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ١ؕ ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّ كَانُوْا یَعْتَدُوْنَۗ۝۱۱۲
اؤ وویشتې شو دوی پهٔ سپکاوی، کوم ځائې چې وموندې شی بې دَ الله دَ دستاویز نه اؤ دَ خلقو دَ دستاویز نه ف۱۶۸ وګټلو دوی دَ الله غضب اؤ ضروری کړې شوه پهٔ دوی حاجتمندی ، دا ځکه چې دوی انکار کؤلو دَ الله دَ آیتونو نه اؤ قتل کؤل ېٔ نبیان ناحق۔ دا ځکه چې دوی نافرمانی وکړه اؤ دَ حد نه ووتل ف۱۶۹ ،
ف۱۶۸: دا آیتونه پهٔ اهلِ کتابو کښې خاص دَ یهودو پهٔ حق کښې دی لکه چې دَ قرآن دَ نورو آیتونو نه معلومیږی پهٔ یهودیانو باندې همېشه دَ ذلّت مهر لګېدلے دے۔ لوئی لوئی مالدار یهودیان هم دَ بخل پهٔ وجه ډېر تنګ اؤ دَ ذلّت ژوند تېروی۔ اؤ پهٔ دنیا کښې دَ خپلو مالونو اؤ ځانونو دَ حفاظت دپاره همېشه دَ نورو محتاج وی ځکه چې چرته هم دَ یهودو آزاد حکومت نشته چې دَ عزت ژوند تېر کړی۔ اِلَّا بِحَبۡلٍ مِّنَ اللہِ سوا دَ دې نه چې لږ ډېر آیتونه دَ تورات ورسره سالم پاتې دی۔ دَ هغې پهٔ اسره ېٔ ځان راټینګ کړے دے۔ وَ حَبۡلٍ مِّنَ النَّاسِ اؤ سوا دَ دې نه چې چرته ېٔ دَ چا نورو خلقو سره معاهده کړی وی دَ هغوی پهٔ اسره پراتهٔ وی۔ ځنې مفسرینو دَ حَبۡلٍ مِّنَ اللہِ نه اسلام مراد اخستے دے یعنی کهٔ ایمان راؤړی نو دَ دې ذلّت نه بچ کېدے شی۔ اؤ دَ حَبۡلٍ مِّنَ النَّاسِ نه ېٔ دَ مسلمانانو سره صلح اؤ جزیه قبلؤل مراد اخستے دے۔ یعنی پهٔ دې طریقه به ېٔ ځان اؤ مال محفوظ شی۔
ف۱۶۹: یعنی پهٔ نافرمانیٔ کښې دَ حد نه بهر ته ووتل۔ دَ الله تعالیٰ دَ څرګندو آیتونو انکار اؤ دَ پاکو نبیانو قتل ته تیار شؤل۔
لَیْسُوْا سَوَآءً١ؕ مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اُمَّةٌ قَآىِٕمَةٌ یَّتْلُوْنَ اٰیٰتِ اللّٰهِ اٰنَآءَ الَّیْلِ وَ هُمْ یَسْجُدُوْنَ۝۱۱۳
دوی ټول یو شان نهٔ دی پهٔ اهلِ کتابو کښې یوه ډله پهٔ صحیح لاره ده چې لولی دَ الله آیتونه دَ شپې پهٔ وخت کښې اؤ سجدې کوی۔
یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۱۱۴
ایمان راؤړی پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ حکم کوی دَ ښو کارونو اؤ منع کوی دَ ناکاره کارونو نه اؤ دَ یو بل نه مخکښې کیږی پهٔ ښو کارونو کښې ، اؤ هم دغه کسان نیک بختان دی ف۱۷۰
ف۱۷۰: یعنی ټول اهلِ کتاب یو شان نهٔ دی۔ ځنی کسان پهٔ دې بدبختو کښې ښهٔ هم شته چې هغوی ته الله تعالیٰ دَ ایمان توفیق ورکړے دے۔ اؤ دَ زړهٔ نه مسلمانان شوی دی هغوی پهٔ شپهٔ کښې دَ خوږ خوب نه اؤ دَ نرمې بسترې نه پاڅی ، دَ تهجدو نمونځ کوی اؤ الله ته ډېر پهٔ اخلاص اؤ عاجزیٔ سجده کوی۔ پهٔ نمانځه کښې دَ الله تعالیٰ آیتونه وائی۔ دَ خالص توحید منونکی دی۔ دَ الله پهٔ رسول ایمان راؤړی۔ دَ قیامت دَ ورځ نه ویریږی اؤ چې دَ نیک کار بلنه ورکړې شی نو دَ یو بل نه مخکښې کیږی اؤ یوازې دا نه چې خپله نیکان دی بلکې نور خلق هم نیکیٔ طرف ته بلی۔ بېشکه هم دغه کسان نیک بختان دی۔ دا دَ مشهور یهودی عالم عبدالله بن سلامؓ اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو ذکر دے چې دوی پهٔ حقه مسلمانان شوی وو۔
وَ مَا یَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَلَنْ یُّكْفَرُوْهُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالْمُتَّقِیْنَ۝۱۱۵
اؤ څهٔ نیک کارونه چې دوی کوی نو دَ هغې به هېچرې ناقدری نهٔ کیږی ، ف۱۷۱ اؤ الله ته علم دے دَ پرهېزګارو ف۱۷۱ ،
ف۱۷۰: بلکې دوچند اجر به ورکؤلے شی لکه بل آیت کښې دی اُلٰئِۤكَ یُؤۡتُوۡنَ اَجۡرَهُمۡ مَرَّتَیۡنِ بِمَا صَبَرُوۡا ۔
ف۱۷۱: کله چې دَ یهودو ذکر راځی نو الله تعالیٰ ترېنه دغه پرهېزګار بندیان جُدا کوی ، کومو چې ایمان راؤړے وهٔ۔ دوی پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې دَ نورو یهودیانو نه ممتاز دی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَ لَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۱۱۶
کوم کسان چې کافران دی ، هرګز به پکار رانهٔ شی دَ هغوی خپل مالونه اؤ نهٔ اولاد دَ الله پهٔ مخکښې هېڅ هم ، اؤ هم دغه خلق دَ دوزخ دَ اور وسیدونکی دی ، دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی ،
مَثَلُ مَا یُنْفِقُوْنَ فِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَثَلِ رِیْحٍ فِیْهَا صِرٌّ اَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَاَهْلَكَتْهُ١ؕ وَ مَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَ لٰكِنْ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۝۱۱۷
څهٔ چې خرچ کوی دوی دَ دنیا پهٔ ژوند کښې دَ هغې مثال داسې دے۔ لکه یوه هوا چې پهٔ هغې کښې یخ وی ، پرېشوته دَ هغه قوم پهٔ فضل چې پهٔ خپل ځان ېٔ زیاتے کړے وهٔ نو هغه ېٔ تباه کړو، ف۱۷۲ اؤ الله پهٔ دوی زیاتے نهٔ دے کړے ، لېکن دوی پهٔ خپل ځان پخپله زیاتے کړے دے ف۱۷۳
ف۱۷۲: دَ نېکانو حال بیان شو چې هغوی ته به دَ ذرې ذرې نېکیٔ پوره پوره اجر ورکېدے شی نو اوس دَ کافرانو حال بیانیږی چې کافران کهٔ پهٔ دنیا کښې پهٔ خپل خیال ډېر خیرات اؤ دَ نېکیٔ کار وکړی اؤ پهٔ دې کښې ډېر مال خرچ کړی خو پهٔ آخرت کښې به دَ هغې هېڅ قدر و قیمت نهٔ وی ځکه چې دَ هغې سره دَ ایمان روح نشته۔ بې ایمانه عمل بې روحه مرده څیز دے۔ دَ هغې بدله به هم پهٔ دې فانی دنیا کښې ورکېدے شی۔ دَ عمل دَ ابدی حفاظت اؤ دائمی اجر دپاره دَ ایمان روح پکار دے۔ بغېر دَ ایمان نه دَ اعمالو مثال داسې دے لکه یو ظالم سړے یو پټے وکری یا یو باغ ولګوی اؤ هغه ښهٔ زرغون اؤ تر و تازه وی۔ دې ورته خوشحالیږی۔ پهٔ دې کښې ورباندې دَ هغهٔ دَ شرارت اؤ بد بختیٔ پهٔ وجه یوه یخه سیلۍ راشی۔ واؤره اؤ چنۍ ورباندې دومره حد ته پرېوزی چې فصل اؤ باغ وسوزی، اوچ خشاک شی اؤ دې دَ افسوس منګولې مروړی۔ خواری ېٔ تباه اؤ برباد شی۔ اؤ دا تباهی چونکې دَ هغهٔ دَ ظلم اؤ شرارت پهٔ وجه راغلے ده ، پهٔ دې وجه به هغهٔ ته پهٔ آخرت کښې هم دَ دې تکلیف څهٔ اجر نهٔ شی ورکؤلے۔ لکه مسلمانانو ته چې پهٔ دنیا کښې پهٔ تکلیف رسېدو اجر ورکېدے شی ، هم دغسې حال دَ هغه کافرانو دے څوک چې پهٔ دنیا کښې پهٔ خپل خیال ډېر نېک کاراونه کوی اؤ مال پهٔ ښو کارونو خرچ کوی ، پهٔ دې خیال چې دَ دې به راته اجر راکېدے شی۔ نو هغوی به هم پهٔ آخرت کښې دغسې افسوس کوی اؤ دا مال به ېٔ دغسې برباد لاړ شی لکه ږلۍ وهلے فصل۔ کافرانو ته یاد ساتل پکار دی چې ډېر مال وی کهٔ ډېر اولاد ، دَ الله تعالیٰ دَ عذاب نه ېٔ نهٔ شی بچ کؤلےاؤ نهٔ به دَ مال اؤ اولاد پهٔ طاقت پهٔ دنیا کښې پهٔ مؤمنانو غلبه موندے شی۔
فائده: پهٔ قرآن کریم کښې دَ رِیۡحٌ لفظ مفرد اکثر دَ عذاب دپاره مستعمل دے لکه رِیۡحٌ فِیۡہَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ، وَ لَئِنۡ اَرْسَلْنَا رِیْحًا ، اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْہِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا ، اؤ دَ رحمت پهٔ موقع باندې دَ لفظ رِیَاحٌ جملې استعمالیږی لکه یُرْسِلُ الرِّیَاحَ مُبَشِّرَاتٍ ۔ وَ اَرْسَلْنَا الرِّیَاحَ لَوَاقِحَ ، یُرْسِلُ الرِّیَاحَ بُشْرًا ۔ وغېره۔
ف۱۷۳: دا خیال دې څوک نهٔ کوی چې دَ کافر یو نیکی نهٔ قبلیږی نو دا خو نعوذ بالله دَ الله دَ طرف نه پهٔ هغوی ظلم شو۔ نه دا ظلم هغوی پهٔ خپل ځان پهٔ خپله کړے دے چې کافران شوی دی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا بِطَانَةً مِّنْ دُوْنِكُمْ لَا یَاْلُوْنَكُمْ خَبَالًا١ؕ وَدُّوْا مَا عَنِتُّمْ١ۚ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ١ۖۚ وَ مَا تُخْفِیْ صُدُوْرُهُمْ اَكْبَرُ١ؕ قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ۝۱۱۸
اے ایماندارو ، مهٔ جوړویٔ هېڅوک رازدار سوا دَ خپلو نه هغوی هېڅ کمے نهٔ کوی ستاسو پهٔ بربادیٔ کښې ، دَ هغو خوشحالی ده ، تاسو هر څومره چې پهٔ تکلیف کښې ییٔ ، راڅرګندیږی دشمنی دَ هغوی دَ ژبو نه اؤ څهٔ چې پټ دی دَ هغوی زړونو کښې ، دَ دې نه ډېر زیات دی ، مونږ وښودلې تاسو ته علامې ، کهٔ پهٔ تاسو کښې عقل وی۔ ف۱۷۴
ف۱۷۴: ځنو مفسرینو لیکلی دی چې دا آیتونه دَ یهودو پهٔ حق کښې دی۔ ځنی مسلمانان دَ یهودو پهٔ محلو کښې وسېدل اؤ دَ هغوی سره ېٔ دَ اسلام نه مخکښې زمانې راسې دوستیٔ اؤ معاهدې وې چې هغه دَ اسلام نه پس هم دغسې چلېدے۔ دَ دغې دوستیٔ پهٔ اعتماد به هغوی دَ مسلمانانو ځنې پټې مشورې اؤ رازونه هم دَ هغوی نه دَ پټؤلو دومره خیال نهٔ ساتلو۔ ځنی رازونه به ېٔ هغوی ته څرګند کړل چې وروستو به دَ هغې نه بیا مسلمانانو ته نقصان ورسېدو۔ اؤ ځنو مفسیرینو لیکلی دی چې دا آیتونه دَ منافقانو پهٔ حق کښې دی۔ هغوی پهٔ ظاهره مسلمانان وو۔ نو ځنو کسانو به دَ هغوی نه دَ راز پټ ساتلو ډېر خیال نهٔ کؤلو۔ هغوی به بیا دَ مسلمانانو دَ راز خبرې کفارو ته رسؤلے۔ نو الله تعالیٰ صفا صفا حکم راواستؤلو چې سوا دَ خپلو مسلمانانو وروڼو نه پهٔ هېچا اعتبار مهٔ کویٔ۔ یهودیان دی کهٔ عیسایان دی کهٔ منافقان دی کهٔ مشرکان ، پهٔ دې ټولو کښې ستاسو خیرخوا هېڅوک نشته۔ دَ ټولو زړونه درته ډک دی اؤ ټول پهٔ دې کوشش کښې لګیا دی چې پهٔ څهٔ طریقه تاسو ته دینی یا دنیاوی نقصان ورسوی۔ هغوی ستاسو پهٔ تکلیف خوشحالیږی۔ کومه دښمنی اؤ بغض چې دَ هغوی پهٔ زړونو کښې دے هغه خو ډېر زیات دے۔ خو کله کله ېٔ دَ خلې نه داسې خبرې وځی چې دَ هغې نه ېٔ دَ زړونو حال څرګند شی۔ دَ داسې سختو دښمنانو نه خپل رازونه پټ ساتل پکار دی۔ الله تعالیٰ تاسو ته دَ دوستیٔ اؤ دښمنیٔ حال ښهٔ څرګند کړو۔ اوس کهٔ پهٔ تاسو کښې څهٔ عقل وی نو دَ کافرانو دَ دوستیٔ نه به ځان وساتیٔ۔ دَ کافرانو دَ دوستیٔ متعلق څهٔ حال مخکښې هم تېر شوے دے۔ اؤ څهٔ به وروستو پهٔ سورتِ مائده کښې راشی۔
هٰۤاَنْتُمْ اُولَآءِ تُحِبُّوْنَهُمْ وَ لَا یُحِبُّوْنَكُمْ وَ تُؤْمِنُوْنَ بِالْكِتٰبِ كُلِّهٖ١ۚ وَ اِذَا لَقُوْكُمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا١ۖۗۚ وَ اِذَا خَلَوْا عَضُّوْا عَلَیْكُمُ الْاَنَامِلَ مِنَ الْغَیْظِ١ؕ قُلْ مُوْتُوْا بِغَیْظِكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۱۱۹
واؤریٔ تاسو دَ هغوی دوستان ییٔ اؤ هغوی ستاسو دوستان نهٔ دی ، اؤ تاسو ټول کتابونه منیٔ، ف۱۷۵ اؤ هغوی چې کله تاسو سره یو ځائې شی نو وائی مونږ ایمان راؤړے دے، ف۱۷۶ اؤ کله چې ځان له شی نو چیچی خپلې ګوتې تاسو ته دَ سوخت پهٔ وجه، ف۱۷۷ ورته وایه مړهٔ شیٔ پهٔ خپله غصه کښې ف۱۷۸ ، الله دَ زړونو پهٔ حال ښهٔ خبردار دے۔ ف۱۷۹
ف۱۷۵: دا څومره غلط کار دے چې تاسو دَ هغوی دَ دوستیٔ وعده کویٔ اؤ هغوی ستاسو پهٔ دښمنیٔ کښې مشغول دی۔ ستاسو پهٔ خیر خفا اؤ پهٔ تکلیف خوشحاله دی۔ اؤ عجیبه خبره دا ده چې تاسو خو ټول آسمانی کتابونه منیٔ اؤ دَ ټولو نبیانو تصدیق کویٔ۔ دَ کومو نومونه چې الله تعالیٰ ښودلی دی هغه خو یقینًا اؤ دَ کومو نومونه چې ېٔ نهٔ دی ښودلی هغه اجمالًا۔ یعنی پهٔ دې طریقه چې کوم نبیان الله تعالیٰ راستؤلی دی هغه ټول رښتونی اؤ برحق دی۔ اؤ دا خلق نهٔ ستاسو کتاب منی اؤ نهٔ ستاسو پېغمبر منی بلکې دوی خپل کتاب هم پوره نهٔ منی۔ نو پکار دا وه کهٔ هغوی ستاسو سره څهٔ مینه کؤلے هم ، خو چې تاسو دَ هغوی نه نفرت کؤلے اؤ لرې لرې ترېنه ګرځېدیٔ۔
ف۱۷۶: منافقانو خو به داسې وې چې مونږ مسلمانان یو۔ خو یهودو اؤ عیسایانو به هم وې۔ اٰمَنَّا۔ مونږ ایمان راؤړے دے مطلب ېٔ دا وهٔ ، چې ایمان مو راؤړے دے پهٔ خپل کتاب اؤ پهٔ خپل رسول۔
ف۱۷۷: یعنی دَ اسلام ترقی اؤ دَ مسلمانانو خپلو کښې مینه محبّت چې وینی نو دَ دوی زړونه دَ کینې اؤ بغض پهٔ اور کښې سوزی اؤ دَ ډېرې غصې نه پهٔ ځان چکونه لګوی۔ اؤ غاښونه چیچی ، خو څهٔ کؤلے نهٔ شی۔
ف۱۷۸: یعنی الله تعالیٰ به مسلمانانو ته نوره هم ترقی اؤ طاقت ورکړی۔ اؤ تاسو به پهٔ دې غم کښې دغسې مړهٔ شیٔ ، ارمان به مو پوره نهٔ شی۔
ف۱۷۹: یعنی الله تعالیٰ دَ دوی دَ زړونو پهٔ حال خبر دے ځکه ېٔ مسلمانان هم دَ دوی دَ زړونو دَ حال نه خبر کړل۔
اِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ١٘ وَ اِنْ تُصِبْكُمْ سَیِّئَةٌ یَّفْرَحُوْا بِهَا١ؕ وَ اِنْ تَصْبِرُوْا وَ تَتَّقُوْا لَا یَضُرُّكُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ۠۝۱۲۰
کهٔ تاسو ته څهٔ خیر ورسی نو پهٔ هغوی بد لګی اؤ کهٔ تاسو ته څهٔ تکلیف ورسی نو خوشحالیږی پهٔ هغې باندې ، ف۱۸۰ اؤ کهٔ تاسو صبر کویٔ اؤ بچ وسیٔ نو دَ هغوی مکر تاسو ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ، بې شکه هغوی چې څهٔ کوی ټول دَ الله پهٔ واک کښې دی ۔ ف۱۸۱
ف۱۸۰: کهٔ دَ مسلمانانو دَ ترقیٔ اؤ دښمنانو باندې دَ فتحې دَ حال نه خبر شی نو ډېر خفه شی اؤ کهٔ مسلمانانو ته څهٔ تکلیف ورسی نو بیا دوی دَ خوشحالیٔ نه پهٔ جامو کښې نهٔ ځائیږی نو داسې رذیلانو سره دوستی څهٔ پکار ده۔ اؤ دوی نه دَ خیر څهٔ طمع ده۔
ف۱۸۱: ممکن ده چې ځنو کسانو ته زړهٔ کښې دا خیال راغلے وې کهٔ مونږ دوی سره دوستی اؤ تعلقات بالکل پرېږدو نو هغوی ته به نور هم قهر ورشی اؤ زمونږ خلاف کاروائی به نوره هم تیزه کړی۔ اؤ ډېر نقصان به راؤرسوی۔ دَ دې شک لرې کؤلو اؤ تسلّی ورکؤلو دپاره الله تعالیٰ فرمائی کهٔ تاسو دَ صبر اؤ استقلال نه کار واخستو اؤ تقویٰ اؤ پرهېزګاری مو ټینګه کړه نو دَ دوی تدبیرونه اؤ مکر فریب درته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ الله تعالیٰ ته دَ هغوی دَ حرکت علم دے۔ اؤ هر وخت پهٔ دې قادر دے چې دَ هغوی تدبیرونه ګډ وډ کړی اؤ ستاسو حفاظت وکړی۔ مخکښې مسلمانانو ته دَ غزوهٔ اُحد یوه واقعه یادوی چې پهٔ دې وخت کښې ځنی مسلمانان دَ منافقانو پهٔ خبرو کښې راغلی وو اؤ نژدے وه چې دَ مسلمانانو دوه قبیلې دَ غزا نه پاتې شوے وې ، خو الله تعالیٰ ېٔ امداد وکړو ، اؤ دَ دې خطرناکې غلطیٔ نه بچ شول۔
وَ اِذْ غَدَوْتَ مِنْ اَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِیْنَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌۙ۝۱۲۱
اؤ چې تهٔ سحر راوؤتے دَ خپله کوره ، کېښنؤل دې مسلمانان دَ جنګ دپاره پهٔ مورچو کښې۔ اؤ الله هر څهٔ وینی خبردار دے۔
اِذْ هَمَّتْ طَّآىِٕفَتٰنِ مِنْكُمْ اَنْ تَفْشَلَا١ۙ وَ اللّٰهُ وَلِیُّهُمَا١ؕ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۝۱۲۲
چې نیت وکړو دوؤ ډلو دَ تاسو چې بزدلی وکړی۔ اؤ الله دَ هغوی مددګار وهٔ۔ اؤ هم پهٔ الله باندې پکار ده چې تکیه وکړی مسلمانان۔
وَ لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ بِبَدْرٍ وَّ اَنْتُمْ اَذِلَّةٌ١ۚ فَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۱۲۳
اؤ الله مددګار دے ستاسو دَ بدر پهٔ جنګ کښې داسې وخت چې تاسو کمزوری ویٔ۔ نو ویرېږیٔ دَ الله نه چې احسان ومنیٔ۔ ف۱۸۲
ف۱۸۲: پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته دَ اُحد دَ غزا یوه واقعه وریاده کړې شوے ده۔ هغه داسې وه چې پهٔ رمضان سن ۲ھ کښې دَ بدر پهٔ غزا کښې دَ قریشو اویا(۷۰) غټ غټ سرداران قتل شوی اؤ ډېر ګرفتار شوی وو اؤ ډېر سخت شکست ېٔ خوړلے وهٔ اؤ ذلیل شوی وو۔ نو دَ دې شکست بدل اخستو دپاره هغوی اخوا دېخوا خپلو دوستانو قبیلو نه هم امداد وغوښتو اؤ دَ مکې معظمې خلقو دَ شام دَ قافلې ټول تجارتی سامان اؤ سرمایه دَ دې دَ تیاریٔ دپاره وقف کړه ډېر زور شور سره ېٔ دَ جنګ تیارے وکړو۔
پهٔ سن ۳ھ کښې دَ قریشو اؤ ورسره قبیلو درے زره(۳۰۰۰) پهٔ وسله پوره جنګی ځونانو پهٔ مدینه منوّره حمله وکړه اؤ دَ ښار نه درے(۳) میله اخوا دَ اُحد دَ غزهٔ پهٔ لمن کښې ېٔ پړاؤ وکړو۔
حضور اکرمﷺ هم دَ مقابلې دَ تیاریٔ دپاره مسلمانان دَ صلاح مشورې دپاره راجمع کړل۔ دَ حضور اکرمﷺ خپل خیال دا وهٔ چې میدان ته نهٔ وځو۔ دَ ښار دننه به مقابله آسانه اؤ کامیابه وی۔ دا وړومبنیٔ موقع وه چې دَ منافقانو سردار عبدالله بن اُبی هم پهٔ مشوره کښې شریک شوے وهٔ۔ دَ هغهٔ هم دا خیال وهٔ خو ځنې ځلمی مسلمانان چې دَ بدر پهٔ غزا کښې نهٔ وو شریک شوی دَ شهادت پهٔ شوق کښې پهٔ دې کلک شو چې مقابله پهٔ آزاد میدان کښې پکار ده چې دښمن پهٔ مونږ دَ کمزورتیا ګمان ونهٔ کړی۔ دا بحث لا ختم شوے نهٔ وهٔ چې حضور اکرمﷺ کورته ننوتو۔ زغره ېٔ واغوسته اؤ بیا بهر ته راووتو۔ ځنو مشرانو اصحابوؓ ته خیال راغلو چې حضور اکرمﷺ دَ خپلې رائے خلاف پهٔ بهر ته وتو مجبور شو۔ دا خو ښهٔ ونهٔ شوه۔ نو هغوی حضور اکرمﷺ ته عرض وکړو، چې دا هلکان دی نهٔ پوهیږی ، تاسو دَ دوی خیال مهٔ ساتیٔ اؤ څنګه چې مو خپل خیال وی هغه شان وکړیٔ۔ خو حضور اکرمﷺ هغوی ته وفرمائیل۔ ”یو پېغمبر له دا مناسب نهٔ دی چې زغره واغوندی وسله ولګوی اؤ بیا دَ جنګ نه بغېر هغه وباسی“۔ چې حضور اکرمﷺ دَ ښار نه بهر اُحد طرف ته روان شو نو دَ هغهٔﷺ سره زر(۱۰۰۰) کسان سړی برابر شو خو دَ هغوی نه دَ منافقانو سردار عبدالله بن اُبی سره دَ درے سوو (۳۰۰) کسانو (چې پکښې ځنې مسلمانان هم وو) دَ لارې نه راواپس شو، وئیل ېٔ چې تاسو زما صلاح ونهٔ منله نو زهٔ څهٔ کوم چې هسې ځان وژنم۔ آخر حضور اکرمﷺ ، سره دَ ووهٔ سو (۷۰۰) کسانو دَ درے زره (۳۰۰۰) ځوانانو دَ مقابلې دپاره میدانِ جنګ ته لاړل۔ پهٔ خپله ېٔ فوج ته دَ جنګ دَ قانون مطابق تربیت ورکړو۔ پهٔ وړو وړو ډلو ېٔ افسران مقرر کړل اؤ هره ډله ېٔ پهٔ مناسب ځائې کښې کښېنوله۔ اؤ دا حکم ېٔ ورکړو چې څو پورې ما حکم نهٔٔ وی درکړے جنګ به نهٔ شروع کویٔ۔ عبدالله بن اُبی چې جُدا کېدو نو پهٔ دغه وخت کښې دَ مسلمانانو دَ دوؤ قبیلو بنو حارثه اؤ بنو سلمه خیالات هم ګډ وډ شو۔ زړهٔ ېٔ کمزورے شو چې پهٔ دې دومره لږ تعداد به اوس مونږ دَ قریشو سره څهٔ جنګ وکړې شو۔ دا خیال ېٔ راغلو چې مونږ هم واپس شو۔ لېکن الله تعالیٰ ورباندې رحم وکړو۔ دا شیطانی وسوسه ېٔ دَ زړهٔ نه ووته۔ اؤ دا خیال ېٔ راغلو چې امداد دَ الله پکار دے۔ دَ بدر پهٔ غزا کښې خو هم مونږ لږ اؤ پهٔ سامان کمزوری وو ، خو الله تعالیٰ مونږ ته فتح راکړه اؤ کافرو عبرتناک شکست وخوړو۔ نو اوس کهٔ الله تعالیٰ مونږ ته فتح راکوی ، دَ کفارو سازو سامان به پهٔ ځائې پاتې شی۔
مسلمانانو ته صرف پهٔ الله تعالیٰ اعتماد پکار دے چې هغه ورباندې نور هم احسان وکړی اؤ ډېر نعمتونه ورکړی ، اؤ دوی ته دَ شکرګزاریٔ اؤ احسان مندیٔ موقع ورکړی (دَ بدر دَ غزا پوره تفصیل پهٔ سورتِ انفال کښې راغلے دے)
تنبیه: دلته د طائفتین ته مراد هم دغه دوه قبیلې بنو حارثه اؤ بنو سلمه دی۔ اګرچې پهٔ دې آیت کښې پهٔ هغوی باندې د کمزورتیا داغ لګېدلے دے اؤ زورنه ورکړې شوے ده۔ خو دَ هغوی مشرانو به وې چې دَ وَ اللّٰهُ وَلِیُّهُمَا خوشخبری دومره غټه ده چې دَ هغې مخکښې دَ دې داغ هېڅ حیثیت نشته۔
اِذْ تَقُوْلُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ اَلَنْ یَّكْفِیَكُمْ اَنْ یُّمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلٰثَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُنْزَلِیْنَؕ۝۱۲۴
چې تا وئیل مسلمانانو ته آیا تاسو دپاره دا پوره نهٔ ده چې ستاسو رب ستاسو امداد وکړی پهٔ درے زره فرښتو دَ آسمان نه راکوزېدونکیو ف۱۸۳
ف۱۸۳: یعنی فرښتې چې دَ آسمان نه به صرف دَ دې امداد دپاره راکوزیږی۔ اکثرو مفسرینو لیکلی دی چې دا دَ فرښتو خبره دَ بدر دَ غزا دَ واقعې بیان دے۔ چې دَ کفارو دَ ډېروالی اؤ سازو سامان پهٔ وجه مسلمانان لږ پریشان شوی وو۔ نو الله تعالیٰ دَ هغوی دَ تسلیٔ دپاره دا خوشخبری ورکړه چې ستاسو امداد دپاره به دَ آسمان نه فرښتې راکوزې شی (دَ دې پوره بیان پهٔ سورتِ انفال کښې راځی هلته به دَ ملائیکو پهٔ راکوزېدو اؤ دَ هغوی پهٔ صحیح شمېر باندې پوره بحث کیږی)
بَلٰۤی١ۙ اِنْ تَصْبِرُوْا وَ تَتَّقُوْا وَ یَاْتُوْكُمْ مِّنْ فَوْرِهِمْ هٰذَا یُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُسَوِّمِیْنَ۝۱۲۵
البته کهٔ تاسو صبر وکړیٔ اؤ ځان وساتیٔ اؤ هغوی راشی پهٔ تاسو پهٔ دغه وخت نو امداد به وکړی ستاسو رب پهٔ پنځه زره فرښتو اؤ پهٔ نخښه شوی اسونو۔ ف۱۸۴
ف۱۸۴: یعنی درے زره (۳۰۰۰) فرښتې کافی دی خو کهٔ تاسو دَ صبر اؤ استقلال نه کار واخستو اؤ نافرمانی مو ونهٔ کړه اؤ دَ کافرانو فوج پهٔ تاسو یکدم حمله وکړه نو تاسو ته به دَ درے زرو پهٔ ځائې پنځه زره فرښتې راشی چې دَ هغوی پهٔ اسونو به خاصې علامې لګېدلے وی، پهٔ هغې به پېژندے شی۔ دَ بدر پهٔ غزا کښې دَ کافرانو لښکر کښې یو زر کسان وو۔ نو اول دَ هغې مناسب دَ یو زر فرښتو دَ امداد وعده وشوه۔ بیا دَ مسلمانانو دَ زیاتی تسلیٔ دپاره ېٔ دَ فرښتو شمېر درے زره کړو۔ ځکه چې دَ کافرانو لښکر دَ مسلمانانو نه یو پهٔ درے زیات وهٔ۔
نو امداد ورته هم یو پهٔ درے راغلو۔ دَ شعبیؒ دَ روایت مطابق بیا مسلمانانو ته دا خبر راغلو چې دَ مشرکانو دَ امداد دپاره کرز بن جابر نومې سردار دَ ډېر لښکر سره روان دے۔ نو بیا دَ زیاتی تسلیٔ دپاره ورسره الله تعالیٰ دَ پنځو زرو فرښتو دَ امداد وعده وکړه ، چې کهٔ دَ مشرکانو امداد ناڅاپی راورسېدو اؤ هغوی پهٔ تاسو یکدم حمله وکړه نو تاسو ته به هم دَ پنځو زرو فرښتو امداد راشی۔ شاید چې دَ پنځو زرو شمېر دې دپاره وی چې دَ جنګ زوړ قانون مطابق به دَ لښکر پنځه حصې وې ، چې هره حصه کښې زر ، زر کسان شی۔ خو پهٔ دې موقع کرز بن جابر دَ مشرکانو امداد ته راونهٔ رسېدو۔ نو ځنو عالمانو وئیلی دی چې دَ پنځو زرو فرښتو وعده هم پوره نهٔ کړې شوه ځکه چې دا دَ هغوی پهٔ ناڅاپی حمله موقوف وه۔ والله اعلم (پوره تفصیل به پهٔ سورتِ انفال کښې راشی)
وَ مَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی لَكُمْ وَ لِتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُكُمْ بِهٖ١ؕ وَ مَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِۙ۝۱۲۶
اؤ دا خو الله ستاسو زړهٔ خوشحال کړو چې دَ ستاسو زړهٔ پهٔ آرام شی۔ اؤ امداد صرف دَ الله دَ طرف نه دے چې زبردست دے دَ حکمت خاوند ف۱۸۵
ف۱۸۵: یعنی دا ټول غیبی امداد دَ ظاهری اسبابو پهٔ شکل کښې دې دپاره برابر کړې شو چې ستاسو تسّلی وشی ګنی دَ الله تعالیٰ امداد پهٔ ظاهری سازو سامان موقوف نهٔ دے اؤ نهٔ دَ دې پابند دے۔ هغه دَ زبردست طاقت مالک دے۔ بغېر دَ فرښتو دَ امداد نه هم تاسو ته کامیابی درکؤلے شی اؤ دَ یوې فرښتې نه هم هغه کار اخستے شی کوم چې پنځه زره فرښتې کؤلے شی۔ ځکه چې دَ فرښتو طاقت هم دَ الله پهٔ قدرت اؤ اختیار کښې دے۔ هغوی کښې خپل ذاتی څهٔ طاقت نشته۔ باقی دې حکمت باندې صرف الله تعالیٰ پوهیږی۔ چې کوم وخت کښې کوم قسم اسباب اؤ ذرائع مناسب دی۔ بنیادم دَ قدرت پهٔ رازونو نهٔ پوهېدے شی اؤ نهٔ ورته پهٔ دې کښې ګوتې وهل پکار دی۔
لِیَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْ یَكْبِتَهُمْ فَیَنْقَلِبُوْا خَآىِٕبِیْنَ۝۱۲۷
چې هلاک کړی ځنی کافران یا ېٔ ذلیل کړی نو واپس به شی دوی نامراده۔ ف۱۸۶
ف۱۸۶: یعنی دَ فرښتو راستؤلو مطلب دا دے چې ستاسو زړونه مضبوط شی اؤ پوره استقلال اؤ بهادریٔ سره دَ دښمن مقابله وکړیٔ چې دَ کافرانو زور مات شی۔ غټ غټ سرداران اؤ ظالمان مشرکان څهٔ قتل شی اؤ څهٔ ګرفتار شی اؤ باقی په ډېر ذلّت اؤ شرمندګیٔ ماتې وخوری اؤ نامراده اؤ ناشاد کورونو ته واپس شی اؤ هم دغه شان وشوه۔ دَ قریشو اویا(۷۰) کسان سرداران قتل شو اؤ دغه هومره ګرفتار شو اؤ نور ډېر پهٔ بده ورځ مکې معظمې ته واپس لاړل۔
لَیْسَ لَكَ مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ اَوْ یُعَذِّبَهُمْ فَاِنَّهُمْ ظٰلِمُوْنَ۝۱۲۸
تا ته هېڅ اختیار نشته که معافی ورکوی الله هغوی ته اؤ کهٔ عذاب ورکوی چې هغوی پهٔ ناحقه دی۔ ف۱۸۷
ف۱۸۷: دَ اُحد پهٔ غزا کښې اویا(۷۰) کسه مسلمانان شهیدان شوی وو۔ پهٔ هغوی کښې دَ حضور اکرمﷺ ترهٔ سیّد الشهدا حضرت حمزهؓ هم وهٔ۔ کافرو دَ ځنو شهیدانو سره ډېر وحشیانه سلوک کړے وهٔ۔ ( مُثله کړی ېٔ وو) پوزه ، غوږونه ېٔ ترېنه پریکړی وو۔ (دَ ابو سفیان ښځې) هندے دَ حضرت حمزهؓ سینه مبارکه څیرې کړه۔ زړهٔ ېٔ ترېنه راؤویستو ، چکونه ېٔ پرې ولګؤل۔ خپله حضور وکرمﷺ پهٔ دې غزا کښې زخمی شوے وهٔ۔ پهٔ مخامخ څلور غاښونو کښې ېٔ لاندینے ښی طرف ته غاښ مبارک شهید شوے وهٔ۔ دَ خول کړیٔ ېٔ پهٔ مخ مبارک کښې ننوتے وې۔ ټول بدن ېٔ پهٔ وینو سور وهٔ۔ پهٔ دې وخت کښې حضور اکرمﷺ یو اوچت ځائې ته ختو چې دَ میدانِ جنګ جائزه واخلی۔ ښپهٔ ېٔ وښویده اؤ یو ژور ځائې ته ورغړېدو۔ پهٔ دې وخت کښې کافرو مشهوره کړه چې حضور اکرمﷺ شهید شو۔ پهٔ دې باندې دَ مسلمانانو لښکر ډېر بد حواسه شو۔ څهٔ ساعت پس چې حضور اکرمﷺ بیا راپورته شو نو دَ خلې مبارکې نه ېٔ بې اختیاره وختل۔ هغه قوم به څهٔ کامیاب شی چې دَ خپل هغې نبیﷺ مخ ېٔ زخمی کړو څوک چې هغوی دَ الله طرف ته رابلی۔ دَ مشرکانو دا ظلمونه چې ېٔ ولیدل نو دَ ځنو مشهورو کسانو پهٔ حق کښې حضور اکرمﷺ دَ ښېرو اراده وکړه۔ اګرچې حضور اکرمﷺ پهٔ دې کښې پهٔ ظاهره حق دبجانب وهٔ ، لېکن الله تعالیٰ ته دا منظوره وه چې کهٔ هغوی هر څهٔ چې کوی حضور اکرمﷺ دې ېٔ پهٔ صبر سره برداشت کوی۔ اؤ کوم کار چې هغهٔ ته حواله دے (تبلیغ اؤ جهاد) هغې کښې دې کوشش کوی۔ نور انجام دَ الله پهٔ حواله دے څنګه چې دَ هغهٔ خوښه وی هغه به کوی۔ چې دَ حضورﷺ پهٔ ښېرو دغه کسان تباه شوے وې ، آیا دَ دې نه دا بهتره نهٔ وه چې هم دغه دَ اسلام دښمنان دَ اسلام محافظ اؤ جانباز سپاهیان بلکې جرنیلان شی۔ چناچې لږې ورځې پس هم هغه کسان دَ چا پهٔ حق کښې چې حضور اکرمﷺ دَ ښېرو اراده کړے وه ، دَ حضور اکرمﷺ پهٔ قدمونو کښې پرېوتل۔ مسلمانان اؤ دَ اسلام جانباز سپاهیان شو۔ پهٔ آیت لَیْسَ لَكَ مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ کښې حضور اکرمﷺ ته دغه خبردارے ورکړې شوے دے چې بنده ته څهٔ اختیار نشته۔ الله تعالیٰ دَ کامل علم اؤ قدرت مالک دے۔ هغه چې څهٔ غواړی هغه کوی۔ کافران کهٔ پهٔ ناحقه دی نو دا دَ الله تعالیٰ خوښه ده کهٔ پهٔ دوی کښې چا ته هدایت کوی اؤ عذاب ورکوی تهٔ ورته ښېرې مهٔ کوه۔ هر څهٔ خپل الله ته وسپاره۔ ځنې مفسرینو دَ دې آیت شانِ نزول بل شان لیکلے دے۔ خو دلته دَ ټول تفصیل ګنجائش نشته۔ فتح الباری کښې پهٔ دې ځائې کښې پوره تفصیلی بحث شوے دے هغه کتل پکار دی۔
وَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۱۲۹
اؤ دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ پهٔ زمکه کښې دی بخښنه کویٔ ، چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ عذاب ورکوی ، چا له چې ېٔ خوښه وی ، اؤ الله ډېر بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۸۸
ف۱۸۸: یعنی پهٔ زمکه اؤ آسمانونو ټولو کښې صرف دَ یو الله اختیار اؤ حکومت چلیږی۔ دا ټول دَ هغهٔ مخلوق اؤ مملوک دی۔ هغه چې څنګه مناسب ګڼی هغه شان کوی۔ دَ هغهٔ اختیار دے چا ته دَ ایمان توفیق ورکوی کهٔ دَ کفر پهٔ سزا کښې ېٔ راګېروی۔ شاید چې دَ الله غفور رحیم فرمائیلو کښې دې طرف ته اشاره ده چې تهٔ چې کومو کسانو ته ښېرې کؤل غواړې الله تعالیٰ به هغوی ته دَ ایمان توفیق ورکړی اؤ دَ مغفرت اؤ رحمت اسباب به ورته مهیّا کړی۔ والله اعلم۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوا الرِّبٰۤوا اَضْعَافًا مُّضٰعَفَةً١۪ وَّ اتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَۚ۝۱۳۰
اے ایماندارو مهٔ خوریٔ سود ف۱۸۹ دوچند پهٔ دوچند ف۱۹۰ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ چې تاسو ته ښهٔ شی، ف۱۹۱
ف۱۸۹: دَ اُحد دَ غزا ترمینځه دَ سود خبره کؤل پهٔ ظاهره څهٔ مناسبت نهٔ خوری خو شاید چې دا پهٔ دې مناسبت ذکر شوی وی چې مخکښې آیت کښې دَ دوؤ قبیلو دَ بزدلۍ (کمزورتیا) ذکر راغلے وهٔ۔ سود خوری هم بزدلی پیدا کوی۔ پهٔ دوه وجې۔ یو خو دا چې دَ حرام خور عبادت کښې زړهٔ نهٔ لګی اؤ جهاد دَ ټولو نه غټ عبادت دے نو جهاد به څنګه وکړی۔ بل دا چې سود خوریٔ سره بخل راځی۔ دَ سود خور پهٔ مال کهٔ دَ چا څهٔ لږ غوندې کار روان شی نو هغه ترېنه دَ هغې معاوضه پهٔ څو څو چنده وصول کړی۔ هغه خو دَ یوې نه څلور جوړؤل غواړی۔ نو هغه دَ الله پهٔ لار کښې پهٔ جهاد کښې مال کله لګؤلے شی۔ اؤ چې مال نهٔ شی لګؤلے نو سر کله ورکؤلے شی۔ همېشه دَ جهاد دَ نوم نه تښتی۔
ابو حیانؒ لیکلی دی چې مخکښې آیت کښې دَ یهودو سره دَ دوستیٔ پرېښودو حکم شوے وهٔ۔ اؤ دَ مسلمانانو به دَ یهودو سره سودی کاروبار چلېدو (تر دې وخت پورې لا سود حرام شوے نهٔ وهٔ) اؤ دَ اُحد پهٔ جنګ کښې هم دَ یهودو دَ منافقانو ډېر لاس وهٔ۔ دَ مشرکانو سره ېٔ ډېر امداد کؤلو۔ نو الله تعالیٰ مسلمانانو ته حکم وکړو چې سودی معامله پرېږدیٔ۔ چې دا معاملات مو ختم شی نو دَ هغوی سره به درته دوستی پرېښؤل آسان شی۔
ف۱۹۰: دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې چند در چند سود مهٔ خوریٔ اؤ لږ لږ خوریٔ خیر دے بلکې هغه وخت کښې هم دَ سود دغسې رواج وهٔ لکه اوس چې سود خوارهٔ بڼیاګان سود در سود چلوی۔ دَ سلو(۱۰۰) روپیو نه زرګونه جوړ شی اؤ دَ مقروض پهٔ ټول جائیداد سود خور قبضه وکړی۔ دغه سود در سود ته اَضْعَافًا مُّضٰعَفَةً وئیلے شوے دے۔ سود لږ اؤ ډېر ټول حرام دے۔ دَ دې مثال داسې دے لکه څوک چا ته ووائی۔ هلکه پهٔ جماعت کښې کنځلې مهٔ کوه۔ نو دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې بهر کوه خیر دے۔ بلکې مطلب دا دے چې پهٔ جماعت کښې ډېر بد کار دے۔
ف۱۹۱: یعنی پهٔ سود کښې څهٔ خیر نشته۔ ستاسو خیر پهٔ دې کښې دے چې دَ الله نه ویره وکړیٔ، اؤ سود پرېږدیٔ۔
وَ اتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْۤ اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَۚ۝۱۳۱
اؤ ځان وساتیٔ دَ هغه اور نه چې تیار شوے دَ کافرانو دپاره ف۱۹۲ ،
ف۱۹۲: یعنی سود خور به دوزخ ته ځی چې دَ کافرانو دپاره جوړ شوے دے نو دَ دې نه ځان وساتیٔ۔
وَ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ الرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَۚ۝۱۳۲
اؤ حکم ومنیٔ دَ الله اؤ دَ رسول چې پهٔ تاسو باندې رحم وشی ف۱۹۳ ،
ف۱۹۳: دَ رسولﷺ حکم منل هم پهٔ اصل کښې دَ الله حکم منل دی۔ ځکه چې مونږ ته الله دا حکم کړے دے چې دَ رسولﷺ حکم منیٔ اؤ ځکه چې رسولﷺ دَ ځان نه څهٔ خبره نهٔ کوی ، هم دَ الله تعالیٰ احکام بیانوی۔ کومو کم عقلو چې پهٔ اطاعت اؤ عبادت کښې فرق نهٔ دے کړے هغوی دَ رسولﷺ اطاعت ته شرک وئیلے دے۔
دَ اُحد پهٔ غزا کښې دَ رسول اکرمﷺ دَ حکم خلاف شوے وهٔ۔ ځکه مسلمانانو ته دومره تکلیف ورسېدو۔ نو دلته خبردارے ورکړې شو چې ستاسو کامیابی پهٔ دې کښې ده چې دَ رسولﷺ اطاعت کویٔ۔
وَ سَارِعُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ جَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمٰوٰتُ وَ الْاَرْضُ١ۙ اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِیْنَۙ۝۱۳۳
اؤ منډې کړیٔ دَ خپل رب دَ بخښنې طرف ته اؤ داسې جنت ته ف۱۹۴ چې پلنوالے ېٔ دَ آسمانونو اؤ زمکې هومره دے ف۱۹۵ ، تیار شوے دے پرهېزګارو دپاره ۔
ف۱۹۴: یعنی پهٔ هغه کارونو کښې کوشش کویٔ پهٔ کومو چې الله تعالیٰ تاسو سره دَ جنّت اؤ بخشش وعده کړے ده۔
ف۱۹۵: دَ بنیادمو پهٔ نظر کښې دَ زمکې اؤ آسمانونو نه زیات ارتوالے نور نهٔ شی کېدے۔ ځکه دَ بنیادمو دَ پوهې دپاره دَ جنّت دَ ارتوالی تشبیه دَ زمکې اؤ آسمانونو سره ورکړې شوے ده چې پلنوالے ېٔ دَ زمکې اؤ آسمانونو هومره دے۔ نو چې وږودوالے به ېٔ څومره وی۔ دا یو الله ته معلومه ده۔
الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ فِی السَّرَّآءِ وَ الضَّرَّآءِ وَ الْكٰظِمِیْنَ الْغَیْظَ وَ الْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِ١ؕ وَ اللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَۚ۝۱۳۴
هغه کسان چې خرڅ کوی پهٔ راحته کښې اؤ پهٔ سخته کښې ف۱۹۶ اؤ زغمی غصه اؤ معافی ورکوی خلقو ته اؤ دَ الله تعالیٰ خوښ دی نیکی کؤنکی ف۱۹۷
ف۱۹۶: یعنی نهٔ دَ آرام اؤ خوشحالیٔ پهٔ وخت کښې الله هېروی اؤ نهٔ دَ سختیٔ اؤ تنګسیا پهٔ وخت کښې دَ الله پهٔ لار کښې خرڅ کؤلو نه سترګې پټوی ، بلکې پهٔ هره موقع اؤ هر حالت کښې دَ خپل طاقت مناسب خرڅ کؤلو ته تیار وی۔ اؤ دَ سود خور پهٔ شان دَ پیسې غلام نهٔ وی۔ پهٔ جهاد کښې دَ سر دَ قربانیٔ سره سره مالی قربانی هم کوی۔
ف۱۹۷: غصه زغمل خپله ډېر لوئے کمال دے۔ بیا پرې دَ پاسه دا چې دَ خلقو زیاتیٔ اؤ غلطیٔ بالکل معاف کړی۔ اؤ نهٔ صرف معاف کړی بلکې ورسره نور احسان هم وکړی۔ دغه زیاتی کمال دے۔
کومو خلقو ته بد دعا کؤلو نه چې حضورﷺ منع کړې شوے وهٔ۔ شاید چې دې آیت کښې هم دَ هغوی متعلق دَ غصې زغملو ، معافی ورکؤلو بلکې ورسره دَ احسان کؤلو ترغیب ورکړې شوے دے۔ یا دا چې پهٔ جنګِ اُحد کښې دَ کومو اصحابوؓ نه نافرمانی شوے وه یا څوک چې پهٔ دې جنګ کښې پهٔ شا شوی وو ، دَ هغوی متعلق دَ غصې زغملو ، معافی ورکؤلو اؤ زیاتی احسان کؤلو ترغیب دے۔
وَ الَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللّٰهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوْبِهِمْ١۪ وَ مَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللّٰهُ١۪۫ وَ لَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۱۳۵
اؤ هغه کسان چې څهٔ څرګنده ګناه وکړی یا پهٔ خپل حق کښې څهٔ ناکاره کار وکړی ف۱۹۸ نو الله یاد کړی اؤ دَ خپلو ګناهونو بخښنه وغواړی۔ اؤ څوک دے ګناه بخښونکے بې دَ الله نه اؤ ضد نه کوی پهٔ کړو باندې اؤ هغوی پوهیږی۔
ف۱۹۸: یعنی څهٔ داسې څرګنده ګناه وکړی چې دَ هغې اثر نورو خلقو ته هم رسی۔ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یا داسې خراب کار وکړی چې دَ هغې نقصان صرف دَ هغهٔ ذات پورې محدود وی۔
اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ وَ نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَؕ۝۱۳۶
اؤ هم دَ دغه کسانو جزا بخښنه ده دَ خپل رب دَ طرف نه اؤ باغونه دی ، چې بهیږی دَ هغې لاندې ولې ، همېشه به وسی پهٔ دې باغونو کښې ، اؤ څهٔ بهتره مزدوری ده دَ کار کؤنکیو۔ ف۱۹۹
ف۱۹۹: یعنی دَ الله تعالیٰ عظمت اؤ جلال دَ هغهٔ ثواب اؤ عذاب ، دَ هغهٔ حقونه اؤ احکام ، دَ هغهٔ وعده اؤ وعید اؤ دَ هغهٔ پهٔ عدالت کښې پیشی پهٔ زړهٔ کښې رایاد کړی۔ بیا پهٔ ژبه دَ الله ذکر شروع کړی۔ خوف زده اؤ پریشان شی۔ خپل الله ته پهٔ سجده پرېوځی اؤ دَ ګناهونو معافی ترېنه وغواړی (څنګه چې دَ صلٰوة توبه پهٔ حدیث شریف کښې راغلی دی) بنیادم دَ خطا نه ډک دے۔ کومه ګناه چې ترېنه پهٔ غلطیٔ شوے وی پهٔ هغې بیا کلک نهٔ وی بلکې ملامته اؤ پرېشان وی۔ اؤ دَ الله تعالیٰ نه دَ خپلو ګناهونو دَ مغفرت طلبګار وی۔ الله تعالیٰ توبه قبلؤنکے مهربان دے۔ دَ داسې کسانو توبه قبوله کړی۔ اؤ دوی هم هغه جنّت ته واستوی کوم چې دَ پرهېزګارو دپاره تیار شوے دے۔ دا کسان هم پهٔ دویٔمه درجه کښې پرهېزګار اؤ متّقیان دی۔
قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ١ۙ فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ۝۱۳۷
تېر شوی دی ستاسو نه مخکښې (ډېر) واقعات ، نو وګرځیٔ پهٔ زمکه کښې اؤ وګوریٔ چې څهٔ انجام شو دَ دروغژنو؟ ف۲۰۰
ف۲۰۰: یعنی تاسو نه مخکښې ډېر قومونه اؤ مذهبونه تېر شوی دی۔ لوئی لوئی واقعات راغلی دی۔ دَ الله تعالیٰ عادت هم بار بار معلوم شوے دے۔ چې کومو کسانو دَ پېغمبرانو خلاف کړے دے ، دَ هغوی دښمنیٔ ته تیار شوی دی ، حرام خوری ، ظلم اؤ سرکشی ېٔ اختیار کړی دی ، دَ هغوی انجام څومره خراب شوے دے۔ کهٔ یقین مو نهٔ راځی نو چار چاپېره وګرځیٔ ، ستاسو سره نژدے دَ هغوی دَ تباهیٔ پاتې نښانې موجودې دی۔ دَ اُحد دَ غزا دواړه ډلې کافران اؤ مسلمانان دَ دې واقعاتو نه عبرت واخلیٔ۔ مشرکان چې دَ پېغمبر مقابلې ته راوتی دی۔ دوی دې پهٔ خپله عارضی کامیابیٔ خوشحالیږی نه۔ دَ دوی آخری انجام به هم دغسې هلاکت اؤ تباهی وی لکه دَ مخکښینیو ظالمانو قومونو۔ اؤ مسلمانان دې پهٔ دې عارضی تکلیف اؤ زخم خفه کیږی نه۔ آخر به حق غالب راځی۔ دَ پخوا راسې دَ الله تعالیٰ دغه طریقه راغلے ده ، کومه چې بدلېدونکے نهٔ ده۔
هٰذَا بَیَانٌ لِّلنَّاسِ وَ هُدًی وَّ مَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ۝۱۳۸
دا بیان دے دَ خلقو دپاره اؤ هدایت اؤ نصیحت دے پرهېزګارو ته ف۲۰۱ ،
ف۲۰۱: عامو خلقو ته قرآن کریم کښې دا خبرې صفا صفا بیانیږی۔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ الله خوف وی هغه به ترېنه هدایت واخلی اؤ نصیحت به قبول کړی باقی څوک چې دَ الله نه نهٔ ویریږی دَ هغوی دپاره دَ داسې خبرو نه هېڅ خیر نشته۔
وَ لَا تَهِنُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۱۳۹
اؤ سستی مهٔ کویٔ اؤ مهٔ خفه کېږیٔ اؤ هم تاسو به غالب وسیٔ کهٔ تاسو ایمان لریٔ۔ ف۲۰۳
ف۲۰۳: دا آیتونه دَ جنګِ اُحد پهٔ باره کښې دی چې مسلمانان غازیان دَ زخمونو نه ذرې ذرې شوی وو اؤ لوئی لوئی بهادران دَ هغوی مخکښې شهیدان پراتهٔ وو۔ حضور اکرمﷺ زخمی شوے وهٔ ، اؤ دَ کافرانو دَ دوباره ناڅاپی حملې پهٔ وجه اسلامی لښکر بد حواسه شوے وهٔ۔ پهٔ دې کښې دَ غازیانو پهٔ غوږونو کښې دَ غیبو نه دَ الله تعالیٰ دا کلام راغلو۔ وَ لَا تَهِنُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ګورې دَ الله دَ دښمنانو پهٔ مقابله کښې سستی ونهٔ کړیٔ۔ دَ الله پهٔ لار کښې راتلونکی تکلیف اؤ مصیبت باندې خفګان دَ مسلمان شان نهٔ دے۔ یاد لریٔ هم تاسو معزز اؤ سر بلند ییٔ چې دَ الله پهٔ لار کښې دَ سر اؤ مال قربانی ورکویٔ اؤ یقینًا آخری فتح به هم ستاسو وی، پهٔ دې شرط کهٔ تاسو پهٔ خپل ایمان ثابت قدم ویٔ ، اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ وعدو مو کامل یقین وی اؤ دَ رسولﷺ دَ اطاعت اؤ جهاد فی سبیل الله نه قدم وروستو نهٔ کړیٔ۔ دې خداوندی آواز راتلو سره دَ مسلمانانو پرېوتے حوصلې اوچتې شوې۔ خور وور لښکر بیا راغونډ شو اؤ پهٔ مشرکانو ېٔ داسې سخته جوابی حمله وکړه چې هغوی بیا میدان کښې دَ ودرېدو نهٔ وو۔ پهٔ ماتی لاړل اؤ میدان ېٔ پرېښو۔
اِنْ یَّمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهٗ١ؕ وَ تِلْكَ الْاَیَّامُ نُدَاوِلُهَا بَیْنَ النَّاسِ١ۚ وَ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ یَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَآءَ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَۙ۝۱۴۰
کهٔ رسېدلے دے تاسو ته زخم ، نو رسېدلے دے دوی ته هم دغه شان زخم۔ اؤ دغه ورځې مونږ وار پهٔ وار بدلوؤ پهٔ خلقو کښې۔ ف۲۰۴ اؤ دې دپاره چې معلوم کړی الله هغه کسان چې ایماندار دی ، ف۲۰۵ اؤ چې کړی تاسو کښې ځنی شهیدان ، اؤ الله محبّت نهٔ کوی دَ ظالمانو سره۔ ف۲۰۶
ف۲۰۴: مسلمانانو چې دَ اُحد پهٔ جنګ کښې کوم سخت مصیبت اؤ تکلیف برداشت کړے وهٔ ، پهٔ دې ډېر غمژن وو۔ اؤ بیا زیات تکلیف به ورته دَ یهودو اؤ منافقو پېغورونو رسؤلو۔ چې هغوی به وې کهٔ دا نبی برحق وې نو داسې تکلیف به پرې ولې راتلو۔ الله تعالیٰ پهٔ دې آیتونو کښې مسلمانانو ته تسلّی ورکړے ده چې کهٔ دې جنګ کښې تاسو ته تکلیف رسېدلے دے ، زخمیان شوی ییٔ اؤ ډېر بهادران مو شهیدان شوی دی۔ نو یو کال مخکښې مشرکانو باندې هم دغسې سخته راغلے وه۔ اویا (۷۰) کسان ېٔ قتل اؤ اویا(۷۰) ګرفتار شوی وو۔ ستاسو نه خو یو هم ګرفتار شوے نهٔ دے اؤ نهٔ مو دَ هغوی پهٔ شان دَ ذلّت شکست خوړلے دے چې میدان مو پرېښے وی۔ دا خو دَالله تعالیٰ عادت دے چې سختی ، نرمی ، آرام اؤ تکلیف پهٔ خلقو باندې دغسې ادل بدل راولی اؤ پهٔ دې کښې ډېر ډېر حکمتونه اؤ رازونه دی۔ کهٔ کافر دَ خپل باطل دین دَ حمایت دپاره دا سختیٔ برداشت کوی اؤ همّت نهٔ پرېږدی نو تاسو دَ حق پهٔ حمایت کښې تکلیف رسېدو باندې ولې داسې بزدله کېږیٔ۔
ف۲۰۵: چې رښتونی مسلمانان اؤ منافقان خلقو ته څرګند شی اؤ دَ دواړو ډلې جُدا جُدا وپېژندے شی۔
ف۲۰۶: دَ ظَالِمِیۡنَ نه کهٔ مراد مشرکان وی۔ نو مطلب ېٔ دا دے چې دَ هغوی دَ عارضی کامیابیٔ وجه دا نهٔ ده چې ګنی هغوی دَ الله تعالیٰ خوښ دی۔ بلکې دَ هغې اسباب اؤ مصلحت نور دے۔ اؤ کهٔ منافقان وی چې عین دَ جنګ پهٔ موقع دَ اسلامی لښکر نه جُدا شول نو مطلب ېٔ دا دے چې منافقان دَ الله تعالیٰ خوښ نهٔ دی۔ ځکه ېٔ جهاد اؤ شهادت دَ لوئے مرتبې حاصلؤلو دَ ځائې نه لرې وغورزؤل۔
وَ لِیُمَحِّصَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ یَمْحَقَ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۴۱
اؤ دَ دې دپاره چې پاک کړی الله ایماندار اؤ ورک کړی کافران۔ ف۲۰۷
ف۲۰۷: یعنی فتح اؤ شکست بدلېدونکی څیزونه دی۔ پهٔ دې عارضی شکست کښې الله تعالیٰ مسلمانانو ته دَ شهادت اوچته مرتبه ورکؤل مطلب وهٔ۔ اؤ دَ مسلمانانو دَ ایمان دَ مضبوطیا امتحان وهٔ۔ دَ مسلمانانو ګناهونه معاف کېدل اؤ دَ کفارو طاقت ختمېدل وو چې هغوی پهٔ خپلې عارضی کامیابیٔ نور هم مغرور ، مست اؤ زیات نافرمانه شی نو دَ الله تعالیٰ غضب به پرې نازل شی اؤ تباه و برباد به شی۔ کافران څهٔ دَ الله تعالیٰ خوښ نهٔ وو چې کامیابی ېٔ ورکؤله ، خو دَ هغوی پهٔ دې عارضی کامیابیٔ کښې دا مصلحتونه اؤ دا راز وهٔ۔ نو تاسو ته پرې خفګان نه دے پکار۔
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَ لَمَّا یَعْلَمِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ جٰهَدُوْا مِنْكُمْ وَ یَعْلَمَ الصّٰبِرِیْنَ۝۱۴۲
آیا ستاسو دا خیال دے چې جنّت ته به لاړ شیٔ اؤ یا معلوم کړی نهٔ دی الله پهٔ تاسو کښې جهاد کؤنکی۔ اؤ معلوم کړی ېٔ نه دی ثابت قدم اؤ وسېدونکی ، ف۲۰۸
ف۲۰۸: یعنی پهٔ آخرت کښې چې ستاسو دپاره دَ جنّت کوم اعلیٰ مقامات اؤ اوچتې درجې الله مقرر کړی دی ، ستاسو څهٔ خیال دے چې دا به درته داسې پهٔ آسانه درکؤلے شی اؤ الله تعالیٰ به ستاسو امتحان نهٔ اخلی چې تاسو کښې څومره کسان دَ الله پهٔ لار کښې سر اؤ مال قربانؤنکی اؤ دَ جنګ پهٔ وخت کښې ثابت قدم وسیدونکی اؤ پهٔ تکلیف اؤ مصیبت باندې صبر کؤنکی دی۔ دا خیال مهٔ کویٔ۔ اوچتې درجې صرف هغه کسان حاصلولے شی څوک چې دَ الله پهٔ لار کښې هر قسم تکلیف اؤ مصیبت پهٔ خندا خوشحالیٔ برداشت کړی۔ اؤ خپل سر اؤ مال هر څهٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ لار کښې قربان کړی۔
وَ لَقَدْ كُنْتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَلْقَوْهُ١۪ فَقَدْ رَاَیْتُمُوْهُ وَ اَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ۠۝۱۴۳
اؤ تاسو خو ارمان کؤلو دَ مرګ چې لا مو لیدلے نهٔ وهٔ۔ نو اوس تاسو هغه مرګ ولیدو دَ خپلو سترګو وړاندې، ف۲۰۹
ف۲۰۹: دَ بدر پهٔ جهاد کښې دَ شرکت نه چې کوم اصحابؓ پاتی شوی وو۔ هغوی چې به دَ بدر دَ شهیدانو فضائل اؤ لوئے لوئے مرتبې اورېدے نو ارمان به ېٔ کؤلو چې الله تعالیٰ دې بیا داسې موقع راولی چې مونږ هم دَ شهادت مرتبه حاصله کړو۔ هم دغه کسانو دَ شهادت پهٔ شوق کښې دَ اُحد دَ غزا پهٔ موقع حضور اکرمﷺ ته بهر میدان ته دَ وتو مشوره ورکؤله۔ دا هغوی ته خطاب دے ، چې دَ کوم څیز ارمان تاسو کؤلو۔ هغه اوس درته مخامخ دے۔ نو بیا ولې ناراستی کویٔ۔ وروستو وروستو کېږیٔ مهٔ ، ور وړاندی شیٔ چې ارمان مو پوره شی۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې تاسو دَ دښمن سره دَ مقابلې ارمان مهٔ کویٔ خو چې کله موقع راشی مو بیا وروستو کېږیٔ مهٔ۔
وَ مَا مُحَمَّدٌ اِلَّا رَسُوْلٌ١ۚ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ١ؕ اَفَاۡىِٕنْ مَّاتَ اَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ١ؕ وَ مَنْ یَّنْقَلِبْ عَلٰی عَقِبَیْهِ فَلَنْ یَّضُرَّ اللّٰهَ شَیْـًٔا١ؕ وَ سَیَجْزِی اللّٰهُ الشّٰكِرِیْنَ۝۱۴۴
اؤ محمّدﷺ خو یو رسول دے ، مخکښې تیر شوی دی دَ هغهٔ نه ډېر رسولان ، اؤ کهٔ هغه چرته مړ شو یا قتل کړې شو ، نو آیا تاسو به واپس وګرزیٔ پهٔ شا ، اؤ څوک چې واپس وګرځېدو پهٔ شا، نو هغه به الله ته هېڅ نقصان ونهٔ رسوی، اؤ الله به ثواب ورکړی شکر کؤنکیو ته۔ ف۲۱۰
ف۲۱۰: دَ دې آیت دَ شانِ نزول پوره واقعه داسې ده چې دَ اُحد دَ غزا پهٔ موقع دَ جنګ نقشه حضور اکرمﷺ پهٔ خپله جوړه کړے وه۔ دَ لښکر بیلې بیلې حصې ېٔ پهٔ خپل خپل ځائې کښېنؤلے وې۔ دَ اسلامی لښکر شاته یو کنډؤ وهٔ۔ چې دَ هغې طرف نه دَ کافرو دَ ناڅاپی حملې خطره وه ۔ حضور اکرمﷺ پنځوس(۵۰) تیر انداز دَ حضرت عبدالله بن جبیرؓ پهٔ مشریٔ کښې دې ځائې باندې مقرر کړل اؤ هغوی ته ېٔ نصیحت وکړو چې مونږ پهٔ هر حالت کښې چې یو۔ کهٔ پهٔ ګټه کښې وو ، کهٔ پهٔ تاوان کښې تاسو به دَ خپل ځائې نه خوزیٔ نه۔ کهٔ تاسو وینیٔ چې میدانِ جنګ کښې اسلامی لښکر کمزورے شو هم زمونږ امداد ته به نهٔ راځیٔ۔ هم دلته به مورچه ټینګه نیسیٔ۔ ”وَ اِنَّا لَن نَزَالَ غَالِبِیۡنَ مَا ثَبَّتُّمۡ مَکَانَکُمۡ “(بغوی) ”اؤ مونږ به غالب یو تر څو چې تاسو پهٔ خپل ځائې ثابت قدم ویٔ“ چې جنګ شروع شو نو اسلامی زمریو پهٔ وړومبیٔ هله (چپه) کښې دَ کافرو ښپې وښویؤلے۔ دَ مشرکانو پهٔ لښکر ماتې ګډه شوه۔ هغوی دَ ځان سره ښځې راوستې وې چې دوی به سړیو ته غیرت اچوی ، نو سړی به میدان نهٔ پرېږدی۔ خو پهٔ هغوی داسې سخته راغله چې دَ ښځو پهٔ را منع کؤلو کله منع کېدل۔ مجبورًا ورسره ښځې هم پهٔ منډو سر شوې۔ میدان مسلمانانو ته پاتې شو۔ هغوی پهٔ مال راغونډؤلو شروع وکړه۔ پهٔ کنډؤ کښې ناست کسان پهٔ انتظار ستړی شوی وو۔ دا خیال ېٔ وکړو چې اوس خو مسلمانانو فتح وکړه۔ مشرکان وتښتېدل نو دلته دَ ناستې څهٔ حاجت دے۔ دَ هغوی نه هم اکثر میدان ته راکوز شو۔ صرف دَ هغوی مشر عبدالله بن جبیرؓ دَ یوولسو(۱۱) کسانو سره پهٔ خپل ځائې پاتې شو۔ چې مونږ ته دَ حضور اکرمﷺ حکم دے هر څهٔ چې وی مونږ خو به دلته ناست یو۔ حضرت خالدؓ پهٔ دې وخت کښې لا مسلمان شوے نهٔ وهٔ ، دَ مشرکانو دَ لښکر دَ سورو مشر وهٔ۔ هغهٔ چې کنډؤ خالی ولیدو نو هغهٔ دَ خپلې رسالې دَ دوه نیمو سوو(۲۵۰) سورو سره دَ غرهٔ پهٔ شا راتاؤ شو۔ دَ دغې کنډؤ دَ مخې ېٔ پهٔ اسلامی لښکر دَ شا طرف نه حمله کړه۔ پهٔ کنډو کښې ناست دولسو(۱۲) کسانو پوره مدافعت وکړو خو دَ دولسو(۱۲) اؤ دوه نیمو سوو (۲۵۰)چرته کېده۔ ټول پهٔ هغه ځائې شهیدان شو۔ اسلامی لښکر دَ شا طرف نه بې غمه وهٔ ، چې هلته سړی شته څوک حمله نهٔ شی کؤلے۔ دې ناڅاپی حملې سره ډېر پریشان شو۔ بل دَ مشرکانو تښتېدونکی لښکر چې خپل ملګری دَ شا مخې پهٔ حمله ولیدل نو هغوی هم واپس راوګرځېدل۔ اسلامی لښکر ېٔ پهٔ مینځ کښې راګېر کړو۔ ډېر سخت جنګ شروع شو۔ ډېر بهادران مسلمانان پکښې شهدان شو۔ دَ دغې پرېشانیٔ پهٔ وخت کښې ابن قُمَیَّه نومی یو بدبخت حضور اکرمﷺ په کاڼې وویشتو۔ دَ خول کړیٔ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مخ مبارک کښې ننوتې اؤ دَ وینو دارې ترېنه روانې شوې۔ هغه خو دَ حضور اکرمﷺ دَ شهادت پهٔ نیت روان وهٔ خو یو مجاهد دَ اسلامی لښکر علم بردار مصعبؓ بن عمیر ورته وروړاندې شو ، حضور اکرمﷺ ېٔ دَ هغهٔ دَ حملې نه بچ کړو۔ حضور اکرمﷺ دَ زخم دَ سختیٔ پهٔ وجه دَ ګوزار سره پهٔ زمکه پرېوتو۔ پهٔ دې وخت کښې یو کافر شیطان چغې کړې چې حضور اکرمﷺ شهید شو۔ دَ دې آواز سره دَ مسلمانانو زړهٔ پرېوتو۔ ځنی کسان خو حیران پرېشان کښېناستل چې حضور اکرمﷺ نشته نو دَ جنګ څهٔ خیر دے۔ ځنې بهادران دَ کفارو پهٔ لښکر ورننوتل چې تر هغې به نهٔ واپس کیږو تر څو چې شهادت مو نهٔ دے ګټلے۔ چې حضورﷺ لاړو نو اوس دَ ژوندانهٔ څهٔ خیر دے۔ دَ ځنو منافقانو پهٔ وینا دَ کمزورے عقیدې ځنې مسلمانانو ته هم دا خیال راغلو چې دَ مشرکانو دَ سردار ابو سفیان نه امن وغواړو۔ اؤ صلح وکړو۔ ځنو منافقانو دَ اسلام نه دَ واپس کېدو خیال څرګند کړو۔ پهٔ دې وخت کښې دَ انس بن مالکؓ ترهٔ انس بن نضرؓ چغې کړې چې کهٔ محمّدﷺ قتل شو نو ربِ محمّدﷺ خو نهٔ دے قتل۔ دَ حضورﷺ نه پس دَ ژوند څهٔ خیر دے۔ دَ کوم مقصد دپاره چې هغوی ځان قربان کړو راځیٔ چې مونږ هم پهٔ هغې ځان قربان کړو۔ دا ېٔ ووېٔ اؤ دَ کفّارو پهٔ لښکر دورننوتو تر هغې پهٔ مخه روان وهٔ چې شهید شو۔ رضی الله تعالیٰ عنه۔
پهٔ دې دوخت کښې حضور اکرمﷺ مسلمانانو ته آواز وکړو :
اِلَیَّ عِبَادَاللہِ (اے دَ الله بندګانو دېخوا راشیٔ)
کعب بن مالکؓ دَ حضور اکرمﷺ آواز واؤرېدو نو پهٔ زوره ېٔ مسلمانانو ته آوازونه ورکړل چې مبارک شیٔ حضور اکرمﷺ ژوندے دے۔ دې آواز سره مسلمانان ټول دَ حضور اکرمﷺ نه چاپېره راغونډ شو اؤ پهٔ کافرو ېٔ دوباره سخته حمله وکړه۔ پهٔ دې موقع باندې سعد بن ابی وقاصؓ ، طلحهؓ، ابو طلحهؓ، ابو دجانهؓ، قتاده بن نعمانؓ ډېره جانبازی ښکاره کړے وه۔ دَ مسلمانانو جوابی حملې ته مشرکان ټینګ نهٔ شو۔ بیا دَ میدان نه وتښتېدل۔ پهٔ دغه وخت کښې دا آیت نازل شو چې ” محمّدﷺ خو الله نهٔ دے دَ الله بنده اؤ رسول دے دَ دهٔ نه مخکښې هم ډېر رسولان تیر شوی دی“۔
خو هغوی نه پس دَ هغوی تابعدارو دَ دین حفاظت کړے دے اؤ دَ سر اؤ مال پهٔ قربانیٔ ېٔ دین راټینګ کړے دے۔ دَ رسول اکرمﷺ وفات کېدل څهٔ نا اشنا خبره نهٔ ده۔ محمّدﷺ به هم همېشه ژوندے نهٔ وی کله خو به وفات کیږی۔ کهٔ پهٔ دې وخت وفات نهٔ شو نو بیا کهٔ کله قتل شو یا وفات شو نو تاسو به څهٔ کویٔ ، آیا دَ دین دَ حفاظت نه به واپس کېږیٔ۔ اؤ جهاد با پرېږدیٔ۔ اؤ کهٔ دَ منافقینو پهٔ وینا به دوباره کافران کېږیٔ۔ تاسو نه خو داسې طمع نشته۔ اؤ کهٔ چا داسې وکړل نو خپل نقصان به وکړی۔ الله تعالیٰ ته ستاسو دَ امداد څهٔ حاجت نشته بلکې تاسو ته شکر پکار دے چې الله تعالیٰ دَ دین دَ خدمت موقع درکړے ده۔ اؤ شکر دا دے چې دَ دین پهٔ حفاظت کښې زیات نه زیات کوشش وکړیٔ۔ پهٔ دې کښې دې طرف ته اشاره ده چې دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات نه پس به ځنی کسان دَ دین نه اوړی ، اؤ هم دغسې وشوه۔ ډېر مرتد شو چې څهٔ ترېنه حضرت صدیقؓ دوباره مسلمانان کړل اؤ ځنی قتل شو۔
تنبیه: قَدۡ خَلَتۡ مِنۡ قَبۡلِهِ الرُّسُلۡ کښې خَلَتۡ دَ خُلُوۡ نه جوړ شوے دے دَ دې معنیٰ ده تېرېدل اؤ دَ چا نه یو طرف ته کېدل۔ مرګ ورسره تړلے نهٔ دے لکه: وَ اِذَا لَقُوۡکُمۡ قَالُوۡاۤ اٰمَنَّا وَ اِذَا خَلَوۡ عَضُّوۡا عَلَیۡکُمُ الۡاَنَامِلَ۔ اؤ پهٔ اَلرُّسُلۡ کښې لام دَ استغراق دپاره نهٔ دے بلکې لام دَ جنس دے ځکه چې دلته پهٔ دې موقع دَ خبرې دَ ثبوت دپاره دَ استغراق څهٔ ضرورت نشته۔ هم دغسې جمله دَ حضرت مسیح پهٔ ذکر کښې هم راغلے ده۔ مَا الۡمَسِیۡحُ بۡنُ مَرۡیَمَ اِلَّا رَسُوۡلٌ قَدۡ خَلَتۡ مِنۡ قَبۡلِهِ الرُّسُلۡ ۔ آیا دلته هم لام دَ استغراق دپاره دے چې ټول رسولان دَ حضرت مسیحؑ نه مخکښې تیر شوی دی دَ هغهٔ نه پس بل رسول نشته۔ دلته یقینًا دَ استغراق دپاره نهٔ شی کېدے۔ لام جنس دے۔ نو دلته هم لام جنس دے۔ دَ دې تائید دَ ابنِ مسعودؓ اؤ ابنِ عبّاسؓ دَ قرأة رُسُلٌ نکره نه کیږی ، دَ خَلَوۡ پهٔ تفسیر کښې صرف قتل یا مرګ ځکه راغلے دے چې بهرحال طبعی مرګ خو راتلونکے وهٔ اؤ دَ قتل خبر پهٔ دې وخت کښې مشهور شوے وهٔ۔ اؤ چونکې طبعی مرګ واقع کېدونکے وهٔ ځکه هغه پهٔ قتل مخکښې ذکر شو۔ حضرت ابوبکر صدیقؓ چې دَ رسول اکرمﷺ دَ وفات نه پس دَ اصحابوؓ پهٔ اجتماع کښې دا پوره آیت واورؤلو لکه: اِنَّكَ مَیِّتٌ وَّ اِنَّهُمۡ مَیِّتُوۡنَ ېٔ هم ورسره ووېٔ نو خلق دَ قَدۡ خَلَتۡ اؤ اَفَاِنۡ مَّاتَ اؤ اِنَّكَ مَیِّتٌ ۔ نه دَ خَلَوۡ اؤ موت پهٔ جواز خبردار شو اؤ دغه دَ حضرت صدیقؓ غرض وهٔ۔ دَ مرګ واقع کېدل نهٔ دَ صدیق اکبرؓ غرض وهٔ۔ نهٔ ېٔ دا دَ مرګ پهٔ دلیل کښې راؤے وهٔ اؤ نهٔ ترېنه خلقو دا مطلب اخستے وهٔ (بلکې ظاهری جدائی ترېنه مراد وه) کهٔ چرې واقعی دَ مرګ خبر ورکؤل مراد وې نو پکار ده چې دَ آیت نازلېدو پهٔ وخت یعنی دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات نه ووهٔ(۷) کاله مخکښې دا مطلب اخستے شوے وې۔
پهٔ دې تقریر دَ ځنو محرِّفینو دَ ټولو تحریفاتو جواب وشو۔ دلته دَ زیات تفصیل موقع نشته۔ دغه مختصره اشاره کافی ده۔
وَ مَا كَانَ لِنَفْسٍ اَنْ تَمُوْتَ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ كِتٰبًا مُّؤَجَّلًا١ؕ وَ مَنْ یُّرِدْ ثَوَابَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا١ۚ وَ مَنْ یُّرِدْ ثَوَابَ الْاٰخِرَةِ نُؤْتِهٖ مِنْهَا١ؕ وَ سَنَجْزِی الشّٰكِرِیْنَ۝۱۴۵
اؤ هېڅوک نهٔ شی مړ کېدے بې دَ الله دَ حکم نه چې لیکلے شوے دے یو مقرر وخت۔ ف۲۱۱ اؤ څوک چې دَ دنیا بدل غواړی ، نو مونږ به دَ هغې نه څهٔ ورکړو ف۲۱۲ ، اؤ څوک چې دَ آخرت ثواب غواړی هغهٔ ته به دَ هغې نه څهٔ ورکړو۔ ف۲۱۳ اؤ مونږ به ثواب ورکړو احسان منونکیو ته۔ ف۲۱۴
ف۲۱۱: نو هر کله چې هېڅوک بې دَ الله دَ حکم نه نهٔ شی مړکېدے کهٔ هر څومره اسباب دَ مرګ راجمع شی۔ اؤ هر کله چې پهٔ مقرر وخت مرګ ضرور راځی کهٔ پهٔ بستره وی ، کهٔ میدانِ جنګ کښې ، خپله مرګ وی کهٔ دَ چا دَ لاسه۔ نو بیا مؤمنانو ته پهٔ یو الله توکّل پکار دے۔ اؤ دَ مرګ هېڅ ویره نهٔ ده پکار۔ ځکه چې مرګ دَ خپلې مقررې نېټې نه یو سکنډ نهٔ مخکښې راتلے شی اؤ نهٔ یو سکنډ وروستو کېدے شی۔ اؤ دَ چا لوئی سړی پهٔ مرګ بد دله کېدل اؤ مایوسه کېدل هم نهٔ دی پکار۔ لوئے سړے وی کهٔ وړوکے پهٔ خپله نېټه به ورته مرګ ضرور راځی۔
ف۲۱۲: یعنی کهٔ الله تعالیٰ اراده وفرمائی کما قال” عَجَّلۡنَا لَهٗ فِیۡهَا مَا نَشَآءُ لِمَنۡ نُّرِیۡدُ (بنی اسرائیل رکوع ۲)
ف۲۱۳: یعنی هغهٔ ته به پهٔ آخرت کښې ضرور دَ دې ثواب ورکؤلے شی۔ دَ دې آیت پهٔ اوله حصه کښې هغه چا ته اشاره ده چا چې دَ مالِ غنیمت پهٔ طمع کښې دَ حضور اکرمﷺ دَ حکم نافرمانی کړے وه۔ اؤ پهٔ آخره حصه کښې دَ هغه کسانو ذکر دے څوک چې ثابت قدم پاتی شوی وو اؤ شهیدان شول۔
ف۲۱۴: یعنی هغه کسان چې پهٔ دغه دین ثابت قدم پاتې کیږی ، هغوی ته هم پهٔ دین اؤ هم دنیا کښې اجر ملاویږی خو کهٔ څوک دَ دې لوئی نعمت پهٔ قدر باندې پوه شی۔ (کذا فی الموضح)
وَ كَاَیِّنْ مِّنْ نَّبِیٍّ قٰتَلَ١ۙ مَعَهٗ رِبِّیُّوْنَ كَثِیْرٌ١ۚ فَمَا وَ هَنُوْا لِمَاۤ اَصَابَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ مَا ضَعُفُوْا وَ مَا اسْتَكَانُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ یُحِبُّ الصّٰبِرِیْنَ۝۱۴۶
اؤ ډېر نبیان دی چې دَ هغو پهٔ ملګرتیا کښې جنګیدلی دی ډېر دَ الله طلبګار ، نو نهٔ هغوی زړهٔ بائیلو دَ الله پهٔ لار کښې څهٔ تکلیف رسېدو باندې اؤ نهٔ سست شول اؤ نهٔ کمزوری شول ، اؤ الله محبت کوی دَ ثابت قدم وسېدونکیو سره ف۲۱۵
ف۲۱۵: یعنی ستاسو نه مخکښې دَ الله ډېرو نیکو بندګانو دَ نبیانو سره پهٔ ملګرتیا کښې دَ کافرو سره جنګونه کړی دی۔ پهٔ هغې کښې پهٔ هغوی ډېرې سختې اؤ تکلیفونه راغلی دی۔ خو هغوی نهٔ سستی کړے ده اؤ نهٔ دَ جنګ نه پهٔ شا شوی دی۔ اؤ نهٔ ورباندې دَ دښمن ویره راغلے ده۔ الله تعالیٰ هم دغسې نیکو بندګانو سره خاص محبت کوی۔ پهٔ دې کښې مسلمانانو ته غیرت اچؤلے شوے دے۔ چا چې دَ جنګِ اُحد پهٔ موقع کمزوری ښکاره کړے وه اؤ دا نیت ېٔ کړے وهٔ چې دَ مشرکانو دَ سردار ابو سفیان سره صلح وکړی اؤ دَ هغهٔ نه امن وغواړی۔ مطلب دا چې مخکښېنیو امتونو داسې صبر اؤ استقامت ښکاره کړے دے ، نو مسلمانان چې خیر الامم دی دوی ته خو ډېر زیات دَ استقامت ثبوت ورکؤل پکار دی۔
وَ مَا كَانَ قَوْلَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَ اِسْرَافَنَا فِیْۤ اَمْرِنَا وَ ثَبِّتْ اَقْدَامَنَا وَ انْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۴۷
اؤ نهٔ وه دَ هغوی بله خبره مګر دا به ېٔ وئیل ، اے زمونږه ربه زمونږ ګناهونه معاف کړه ، اؤ مونږ نه چې څهٔ زیاتے شوے دے زمونږ کار کښې ، اؤ زمونږ قدمونه مضبوط وساتې ، اؤ مونږ ته غلبه راکړې پهٔ کافرانو باندې۔ ف۲۱۶
ف۲۱۶: یعنی نهٔ دَ سختیٔ پهٔ وخت بې زړهٔ کېدل اؤ نهٔ ېٔ دَ دښمن دَ اطاعت قبلؤلو څهٔ خبره دَ خلې نه ویسته کهٔ څهٔ ېٔ وې نو صرف دغه به ېٔ وې چې اے الله ۔ کهٔ زمونږ نه څهٔ کمې زیاتې شوے وی هغه مونږ ته معاف کړې۔ زمونږ زړونه مضبوط کړې اؤ دَ استقلال توفیق راکړې اؤ دَ کافرو پهٔ مقابله کښې زمونږ امداد وکړې اؤ مونږ ته غلبه اؤ فتح راکړې۔ هغوی پهٔ دې پوهېدل چې اکثر څهٔ مصیبت اؤ سخته دَ ګناهونو اؤ غلطیو پهٔ وجه راځی۔ اؤ څوک دا دعوه کؤلے شی چې دَ هغهٔ نه هېڅ کوتاهی نهٔ ده شوے۔ بهرحال هغوی پهٔ مصیبت کښې مخلوق ته سر نهٔ ټیټؤلو۔ دَ خپل خالق سره ېٔ کار وهٔ۔ اؤ ټوله توجه ېٔ هغهٔ ته وه۔
فَاٰتٰىهُمُ اللّٰهُ ثَوَابَ الدُّنْیَا وَ حُسْنَ ثَوَابِ الْاٰخِرَةِ١ؕ وَ اللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ۠۝۱۴۸
بیا ورکړو الله هغوی ته دَ دنیا ثواب اؤ بهتر ثواب دَ آخرت ، اؤ الله محبت کوی دَ نیک کار کؤنکیو سره۔ ف۲۱۷
ف۲۱۷: یعنی پهٔ دنیا کښې هغوی ته کامیابی اؤ قدر و عزت ورکړې شو۔ اؤ دَ آخرت چې کوم بهترین اجرونه دی دَ هغې خو څهٔ سر نشته۔ کوم خلق چې خپله معامله الله ته حواله کړی اؤ نیک کارونه کوی۔ الله تعالیٰ هم دَ هغوی سره محبت کوی اؤ بې حسابه اجرونه ورکوی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تُطِیْعُوا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَرُدُّوْكُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ۝۱۴۹
اے ایماندارو کهٔ تاسو خبره ومنله دَ کافرانو ، نو هغوی به تاسو بیا پهٔ شا واپس را وګرزوی ، نو تاسو به پهٔ نقصان کښې پرېوزیٔ۔ ف۲۱۸
ف۲۱۸: دَ اُحد دَ جنګ نه پس چې دَ ځنو مسلمانانو زړونه ټکېدلی وو۔ مشرکانو اؤ منافقانو موقع بیا مونده۔ چا به پېغورونه ورکؤل اؤ چا به دَ خیر خواهیٔ پهٔ رنګ کښې ورته نصیحتونه کؤل چې دَ مشرکانو طاقت ډېر دے۔ صلح ورسره وکړیٔ۔ ګوریٔ چې بیا جنګ ته تیار نهٔ شیٔ ګنی تباه به شیٔ۔ الله تعالیٰ خبردارے ورکړو چې چرته دَ دښمن پهٔ خبرو کښې رانهٔ شیٔ۔ کهٔ دَ هغوی خبره مو ومنله نو دَ جهالت دَ کومو تیرو نه چې الله تعالیٰ راویستی ییٔ دوی به مو بیا هغې ته ور وغوزوی اؤ دَ حق دین نه به مو واړوی۔ دَ دې نتیجه به پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې بې دَ تاوان نه نور هېڅ نهٔ وی۔ پهٔ مخکښېنیو آیتونو کښې مسلمانانو ته دَ نیکو بندګانو پهٔ لار دَ تلو نصیحت شوے وهٔ۔ دې آیتونو کښې ېٔ دَ شریرانو دَ شرارت نه خبردار کړل۔ چې مسلمانان خپل ښهٔ ، بد وپېژنی اؤ دَ نقصان نه ځان بچ کړی۔
بَلِ اللّٰهُ مَوْلٰىكُمْ١ۚ وَ هُوَ خَیْرُ النّٰصِرِیْنَ۝۱۵۰
بلکې الله ستاسو مددګار دے ، اؤ دَ هغهٔ مدد دَ ټولو نه بهتر دے۔ ف۲۱۹
ف۲۱۹: الله تعالیٰ دَ ټولو نه بهتر مددګار دے نو تاسو هم پهٔ هغهٔ اعتبار کویٔ اؤ هم دَ هغهٔ نه امداد غواړیٔ۔ الله چې دَ چا مددګار وی دَ هغهٔ دَ مخلوق مدد ته څهٔ حاجت دے۔ دَ اُحد دَ میدان نه دَ واپسیٔ پهٔ وخت چې پهٔ ظاهره مشرکان پهٔ ګټه کښې وو نو دَ مشرکانو سردار ابو سفیان پهٔ اوچت آواز چغه ووهله اُعۡلُ هُبُلُ (هُبُل دَ قریشو دَ غټ بت نوم دے، دَ بل بت نوم ېٔ عُزّٰی وهٔ۔ یعنی هُبُل دے اوچت وی۔ مونږ چې لیډرانو ته زنده باد نعره وهو۔ دغسې دا دَ هغوی نعره وه۔) بیا ېٔ ووېٔ۔ لَنَا الۡعُزّٰی وَلَا عُزّٰی لَکُمۡ (زمونږ پهٔ امداد عُزّٰی بت دے چې هغه عزّت راکوی اؤ ستاسو مددګار نشته) دَ رسول اکرمﷺ پهٔ وېنا حضرت عمرؓ جواب ورکړو: اَللہُ مَوۡلَانَا وَلَا مَوۡلٰی لَکُمۡ (الله تعالیٰ زمونږ مددګار دے اؤ ستاسو مددګار نشته)
سَنُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَاۤ اَشْرَكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا١ۚ وَ مَاْوٰىهُمُ النَّارُ١ؕ وَ بِئْسَ مَثْوَی الظّٰلِمِیْنَ۝۱۵۱
اوس به مونږ دَ کافرانو پهٔ زړونو کښې هیبت واچوؤ ، ځکه چې هغوی دَ الله سره شریک جوړوی داسې چې الله ورباندې څهٔ دلیل نهٔ دے نازل کړے ، اؤ دَ هغوی دېره دوزخ دے ، اؤ هغه ډېر خراب ځائې دے دَ ظالمانو دپاره۔ ف۲۲۰
ف۲۲۰: پهٔ دې سخته کښې خو ستاسو امتحان وهٔ۔ اوس به مونږ دَ مشرکانو پهٔ زړونو کښې داسې هیبت واچؤو۔ چې سره دَ ستاسو دَ زخمی کېدو اؤ کمزورتیا به هغوی بیا پهٔ تاسو حملې ته واپس نهٔ شی راګرزېدے پهٔ خپله مخه به ځی۔ اؤ هم دغسې وشوه۔ دَ مشرکانو لښکر پهٔ تېښته لاړو۔ مسلمانانو ورپسې تر حمراء الاسد مقام پورې تعاقب وکړو چې هسې نهٔ وی مشرکان بیا واپس را وګرځی اؤ بیا راباندې ناڅاپی حمله وکړی۔ خو دَ هغوی پهٔ زړونو کښې الله تعالیٰ داسې رعب اچؤلے وهٔ چې شا ته ېٔ نهٔ کتل پهٔ مخه پهٔ منډه روان وو۔ پهٔ یو ځائې کښې دَ مشرکانو سردار ابو سفیان زړهٔ ته راغلهٔ چې زخمی اؤ کمزوزے دښمن دغسې پرېښؤل خو ښهٔ نهٔ دی۔ پوره تباه کؤل ېٔ پکار وو۔ چې بیا ورپسې واپس شو خو همّت ېٔ ونهٔ شو۔ الله تعالیٰ ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ مسلمانانو هیبت اؤ رعب داسې کښېنؤلے وهٔ چې دَ بیا مخامخ کېدو تاب ېٔ نهٔ وهٔ۔
تنبیه: مشرک کهٔ هر څومره پهٔ ظاهری سامان اؤ زور ، طاقت کښې زیات وی خو دَ هغهٔ زړهٔ کمزورے وی ځکه چې هغه دَ یو کمزورے مخلوق عبادت کوی ، چې څنګه ېٔ معبود وی هغسې ېٔ بنده وی۔
ضَعُفَ الطَّالِبُ وَ الۡمَطۡلُوۡبُ (عابد اؤ معبود ېٔ دواړه کمزوری دی۔ اؤ هسې هم دَ کامیابیٔ راز خو پهٔ حقیقت کښې دَ الله تعالیٰ امداد دے۔ اؤ کافران دَ دې امداد نه محروم دی۔ مسلمان چې تر څو پورې پهٔ رښتیا مسلمان وهٔ اؤ دَ الله امداد ورسره وهٔ ، نو پهٔ هر میدان کښې پهٔ کافر غالب وهٔ کهٔ ظاهری سامان اؤ طاقت هرڅومره دَ کافرو زیات وهٔ خو دَ الله تعالیٰ دَ امداد پهٔ مقابله کښې دَ هغې څهٔ حیثیت وهٔ اوس هم سره دَ دې چې مسلمانان ډېر کمزوری ، بې اتفاقه اؤ پهٔ تنزل کښې دی ، دَ کافرانو ټول طاقتونه دَ دې وودهٔ زمری نه ویریږی۔ اؤ همېشه ورسره دا فکر وی چې چرته مسلمان بیدار نهٔ شی۔ پهٔ علمی اؤ مذهبی بحثونو کښې هم دَ اسلام دَ رعب اؤ هیبت مشاهده کېدے شی۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی۔ چې زما رعب دَ یوې میاشتې پهٔ مسافت دَ دښمن پهٔ زړهٔ کښې اچؤلے شی۔ بې شکه هم دَ دې اثر اسلامی اُمّت ته رسېدلے دے۔ فلحمدلِله۔
وَ لَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّٰهُ وَعْدَهٗۤ اِذْ تَحُسُّوْنَهُمْ بِاِذْنِهٖ١ۚ حَتّٰۤی اِذَا فَشِلْتُمْ وَ تَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَ عَصَیْتُمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَاۤ اَرٰىكُمْ مَّا تُحِبُّوْنَ١ؕ مِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الدُّنْیَا وَ مِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الْاٰخِرَةَ١ۚ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِیَبْتَلِیَكُمْ١ۚ وَ لَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۵۲
اؤ الله خو رښتیا کړه تاسو سره خپله وعده کله چې قتلؤل تاسو هغوی دَ الله پهٔ حکم، ف۲۲۱ تر دې پورې چې کله تاسو بزدلی وکړه ، اؤ پهٔ کار کښې مو جګړه شروع کړه اؤ نافرمانی مو وکړه ف۲۲۲ پس دَ دې نه ، چې تاسو ته ېٔ وښودلو ستاسو دَ خوشحالیٔ څیز ، پهٔ تاسو کښې ځنو خو دنیا غوښته اؤ ځنو آخرت غوښتو، ف۲۲۳ بیا مو تاسو واپس کړیٔ دَ هغوی نه دَ ازمېښت دپاره ، ف۲۲۴ اؤ هغهٔ خو تاسو معاف کړی ییٔ ، ف۲۲۵ اؤ دَ الله فضل دے پهٔ ایماندارو، ف۲۲۶
ف۲۲۱: نبی کریمﷺ خو ورته مخکښې وئیلی وو۔ کهٔ دَ صبر اؤ استقامت نه مو کار واخستو نو الله تعالیٰ نو الله تعالیٰ به تاسو ته فتح درکړی۔ الله تعالیٰ خپله وعده پوره کړه۔ اؤ دَ جنګِ اُحد پهٔ شروع کښې دَ الله پهٔ حکم مسلمانان غالب شو اؤ پهٔ وړومبیٔ حمله کښې ېٔ دَ کافرو ډېر سرداران قتل کړل۔ دَ مشرکانو ووهٔ (۷) یا نهه (۹) علمبرداران پرله پسې قتل شو ، اؤ پهٔ هغوی باندې داسې رعب کیناستو چې هر څهٔ ېٔ پهٔ میدان پرېښول اؤ مخه ېٔ واخسته۔ مسلمانانو مالِ غنیمت راجمع کؤلو چې دَ کنډؤ دَ تیراندازو دَ غلطیٔ پهٔ وجه حضرت خالدؓ ته دَ حملې موقع پهٔ لاس راغله اؤ دَ جنګ نقشه بدله شوه۔ مسلمانان دې ناڅاپی حملې ته تیار نهٔ وو۔ مالِ غنیمت جمع کؤلو کښې مشغول وو۔ اؤ پهٔ دې خیال چې پهٔ کنډؤ کښې تیرانداز ناست دی دَ شامخې څوک حمله نهٔ شی کؤلے۔ بې فکره وو۔ دَ صفونو ترتیب ېٔ ګډ وډ شوے وهٔ۔ چې هغوی بیا جنګ ته ځان سمؤلو نو ډېر پکښې شهیدان اؤ ډېر زخمیان شوی وو۔
ف۲۲۲: یعنی حضور اکرمﷺ چې تیراندازو ته کوم حکم ورکړے وهٔ ، هغوی دَ هغې نافرمانی وکړه اؤ پهٔ خپلو کښې ېٔ اختلاف راغلو۔ ځنو وې چې دلته هسې دَ ناستې اوس څهٔ فائده نشته۔ دَ لښکر سره مالِ غنیمت جمع کؤلو کښې اُمید پکار دے۔ اؤ ځنو وې چې مونږ ته دلته دَ ناستې حکم دے ، هر څهٔ چې وی مونږ خو نهٔ کوزیږو۔ ډېر ترېنه لاړل اؤ لږ پاتې شو نو مشرکانو ته دَ شا مخې حملې موقع پهٔ لاس ورغله۔ دغه لږو کسانو سخته مقابله وکړه اؤ ټول شهیدان شو۔ دَ دغه پرېشانیٔ پهٔ وخت کښې دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات خبر هم خور شو ، پهٔ هغې زړونه نور هم کمزوری شو اؤ سستی پکښې راغله۔ ځنې کسان خو داسې زړهٔ ماتې شو چې یوې ډډې ته کښېناستل چې اوس دَ جنګ څهٔ فائده ده۔ نو دَ سستیٔ وجه خپلو کښې اختلاف اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ حکم نافرمانی وه۔
ف۲۲۳: یعنی ځنو کسانو دَ مالِ غنیمت راجمع کؤلو پهٔ خوشحالیٔ کښې دَ رسولﷺ حکم هېر کړو۔ چې دَ هغې نقصان ټول قوم ته ورسېدو۔ ابنِ مسعودؓ نه روایت دے چې دَ دې آیت نازلېدو نه مخکښې زما دا ګمان هم نهٔ وهٔ چې پهٔ مونږ کښې به څوک دَ دنیا طلبګار هم وی۔ (مونږ خو ټول دَ دین دَ حمایت دپاره جنګیدو ، دنیا سره مو څهٔ کار نهٔ وهٔ)
ف۲۲۴: یعنی یا خو هغوی زغلېدل تاسو وریسې ویٔ اؤ یا تاسو مخکښې ییٔ هغوی درپسې دی ، ستاسو دَ غلطیٔ پهٔ وجه معامله ټوله اپوټه شوه۔ پهٔ دې کښې ستاسو ازمېښت وهٔ ، چې پوخ اؤ کچه معلوم شی۔
ف۲۲۵: یعنی دَ چا نه چې غلطی شوے ده هغه کسان الله تعالیٰ معاف کړی دی۔ نو اوس بندګانو ته پهٔ هغوی دَ ملامتیٔ اؤ پېغور ورکؤلو څهٔ حق نشته۔
ف۲۲۶: پهٔ مؤمنانو دَ الله تعالیٰ لوئے فضل دے۔ دَ هغوی غلطیٔ معاف کوی۔ اؤ پهٔ زورنه کښې هم ورسره نرمی اؤ مهربانی کوی۔ (ډېره سخته زورنه نهٔ ورکوی)
اِذْ تُصْعِدُوْنَ وَ لَا تَلْوٗنَ عَلٰۤی اَحَدٍ وَّ الرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ فِیْۤ اُخْرٰىكُمْ فَاَثَابَكُمْ غَمًّۢا بِغَمٍّ لِّكَیْلَا تَحْزَنُوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَ لَا مَاۤ اَصَابَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۝۱۵۳
کله چې تاسو پهٔ بره ختیٔ اؤ شا ته مو نهٔ کتل هېچا ته اؤ رسول تاسو ته دَ وروستو نه چغې وهلې ف۲۲۷ ، بیا تاسو ته ورسېدو دَ غم پهٔ بدل کښې غم چې تاسو غم نهٔ کویٔ پهٔ هغه څیز چې دَ لاس نه ووځی اؤ نهٔ پهٔ هغه څیز چې درپېښ شی ، ف۲۲۸ اؤ الله ستاسو پهٔ کارونو خبر دے۔ ف۲۲۹
ف۲۲۷: دا هم دَ جنګِ اُحد واقعه ده۔ څهٔ وخت چې دَ حضور اکرمﷺ دَ مرګ آواز خور شو۔ اصحابؓ پرېشان شو ۔ ځنو کسانو میدانِ جنګ پرېښو۔ غرهٔ طرف ته روان شو۔ پهٔ بره ختل چې چرته دَ پناه ځائې ومومی۔ حضور اکرمﷺ پهٔ میدانِ جنګ کښې پهٔ خپل ځائې ولاړ وهٔ۔ اؤ مسلمانانو ته ېٔ چغې وهلې خو هغوی پرېشانیٔ کښې داسې پهٔ مخه روان وو چې شا ته ېٔ نهٔ کتل اؤ آواز ېٔ نهٔ آؤرېدو۔ کله چې دَ کعب ابن مالکؓ نظر پهٔ حضور اکرمﷺ پرېوتو۔ هغهٔ مسلمانانو ته چغې ووهلې۔ چې مبارک شیٔ حضور اکرمﷺ ژوندے دے۔ دې خوا راغونډ شیٔ۔ دَ هغهٔ پهٔ آواز اصحابؓ راواپس شو۔ دَ حضور اکرمﷺ نه چاپېره شو اؤ دَ بهادریٔ اؤ جانبازیٔ هغه کارنامې ېٔ وښیٔلے چې دنیا کښې دَ هغې نظیر نهٔ شی موندے۔
ف۲۲۸: یعنی تاسو دَ حضور اکرمﷺ دَ حکم نافرمانی وکړه۔ دَ هغهٔ زړهٔ ته مو تکلیف ورسؤلو۔ دَ هغې پهٔ بدل کښې تاسو ته هم تکلیف ورسېدو چې بیا دپاره یاد ساتیٔ اؤ پهٔ هېڅ حال کښې دَ رسول اکرمﷺ دَ حکم نافرمانی نهٔ کویٔ۔ کهٔ مال مو دَ لاسه وځی اؤ کهٔ نور څهٔ تکلیف وی خو دَ رسول اکرمﷺ دَ حکم نافرمانی به نهٔ کویٔ۔
اکثرو مفسیرینو دَ دې آیت تفسیر داسې کړے دے چې تاسو ته دَ یو غم دپاسه بل غم ورسېدو یعنی یو خفګان خو دَ فتح نه پس دَ شکست وهٔ۔ بل خفګان دَ حضور اکرمﷺ دَ مرګ آواز وهٔ اؤ دَ بهادرانو شهادت اؤ زخمی کېدل۔ ځنو مفسرینو دا مطلب اخستے دے چې دَ فتح نه پس شکست اؤ دَ مالِ غنیمت دَ لاسه وتل یو خفګان وهٔ چې دَ هغې دپاسه بل داسې غټ خفګان راغلو چې هغه مخکښې خفګان ېٔ دَ خلقو نه هېر کړو۔ دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات آواز دَ هغوی زړونه داسې راګېر کړل چې دَ هېڅ هوش ېٔ نهٔ وهٔ۔ دَ خپلو ځوانانو شهادت اؤ زخمونه اؤ دَ مالِ غنیمت دَ لاسه تلل هر څهٔ ېٔ هېر شو۔ هېڅ هوش ېٔ نهٔ وهٔ۔ تر دې چې دَ رسول اکرمﷺ آواز ېٔ هم نهٔ آورېدو۔
ف۲۲۹: یعنی ستاسو دَ زړهٔ دَ حال اؤ نیتونو نه خبر دے نو هغسې کار درسره کوی۔
ثُمَّ اَنْزَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ الْغَمِّ اَمَنَةً نُّعَاسًا یَّغْشٰی طَآىِٕفَةً مِّنْكُمْ١ۙ وَ طَآىِٕفَةٌ قَدْ اَهَمَّتْهُمْ اَنْفُسُهُمْ یَظُنُّوْنَ بِاللّٰهِ غَیْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِیَّةِ١ؕ یَقُوْلُوْنَ هَلْ لَّنَا مِنَ الْاَمْرِ مِنْ شَیْءٍ١ؕ قُلْ اِنَّ الْاَمْرَ كُلَّهٗ لِلّٰهِ١ؕ یُخْفُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ مَّا لَا یُبْدُوْنَ لَكَ١ؕ یَقُوْلُوْنَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ مَّا قُتِلْنَا هٰهُنَا١ؕ قُلْ لَّوْ كُنْتُمْ فِیْ بُیُوْتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِیْنَ كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقَتْلُ اِلٰی مَضَاجِعِهِمْ١ۚ وَ لِیَبْتَلِیَ اللّٰهُ مَا فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَ لِیُمَحِّصَ مَا فِیْ قُلُوْبِكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۱۵۴
بیا ېٔ نازل کړو پهٔ تاسو باندې دَ سختیٔ نه پس امن دَ خوب یو جوټه چې را وېٔ نغښته دَ تاسو نه یوه ډله ف۲۳۰ اؤ دَ یوې ډلې سره دَ خپلو ځانونو فکر وهٔ ف۲۳۱ هغوی ګمان کؤلو پهٔ الله باندې غلط ګمان دَ جاهلانو پهٔ شان ف۲۳۲ هغوی به وې څهٔ کار هم شته زمونږ پهٔ لاس کښې ، ف۲۳۳ ورته ووایه ، کارونه ټول دَ الله پهٔ لاس کښې دی ، ف۲۳۴ هغوی پهٔ خپلو زړونو کښې پټ ساتی څهٔ چې تا ته نهٔ څرګندوی۔ دوی وائی کهٔ زمونږ پهٔ اختیار کښې څهٔ کار وې نو مونږ به دلته نهٔ قتل کېدو۔ ف۲۳۵ ورته ووایه کهٔ تاسو پهٔ خپلو کورونو کښې وې نو هم به ضرور راوتی وو هغه کسان دَ چا دپاره چې مرګ لیکلے شوے وهٔ خپلو مقررو ځایونو ته ف۲۳۶ اؤ الله خو ازمائیلو څهٔ چې ستاسو پهٔ زړونو کښې دی ، اؤ صفا کؤل ېٔ څهٔ چې ستاسو زړونو کښې دی۔ اؤ الله دَ زړونو پهٔ رازونو خبردار دے۔ ف۲۳۷
ف۲۳۰: یعنی پهٔ دې موقع څوک چې شهیدان کېدل هغه شهیدان شو اؤ څوک چې دَ میدان نه بهر ته وتل هغه ووتل ، اؤ کوم مخلصان چې ثابت قدم پاتی شو پهٔ هغوی الله تعالیٰ دَ خوب غلبه راوسته پهٔ ولاړه ولاړه میدانِ جنګ کښې خوب جوټې ورکؤلے۔ دَ حضرت طلحهؓ دَ لاسه څو ځله توره پهٔ زمکه پرېوتې وه۔ دا یو څرګند اثر هغه باطنی اطمعنان اؤ سکون وهٔ چې دَ داسې سختیٔ پهٔ وخت کښې الله تعالیٰ دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې پیدا کړو۔ ګنی داسې وخت کښې چې هر طرف ته دَ مړیو اؤ زخمیانو ډیری پراتهٔ وی ، شور و غوغا وی دَ خوب څهٔ معنٰی ده۔ ګویا دا ودهٔ کېدل دَ بیداریٔ علامه وه۔ دَ هغوی ستومانی ورکه شوه۔ بیا جنګ ته تازه شو۔ دَ حضور اکرمﷺ نه چاپېره ېٔ خلقه جوړه کړه۔ صفونه ېٔ برابر کړل اؤ دَ کافرو پهٔ لښکر ېٔ دوباره دَ زخمی زمریو پهٔ شان داسې حمله وکړه چې دَ کافرو بې دَ تېښتې بله مخه نهٔ وه۔ ابنِ مسعودؓ فرمائی چې عین دَ سخت جنګ پهٔ وخت کښې دَ خوب جوټې دَ الله تعالیٰ یو نعمت اؤ دَ کامیابیٔ علامه وه۔ دَ حضرت علیؓ پهٔ فوج هم دَ صفین پهٔ جنګ کښې دغه شان چل شوے وهٔ۔
ف۲۳۱: دا بزدل اؤ ویریدونکی منافقان وو چې نهٔ ورسره دَ اسلام فکر وهٔ ، نهٔ دَ رسولﷺ خو دَ خپلو ځانونو غم وهٔ ورسره چې کهٔ مشرکانو بیا حمله وکړه نو زمونږ به څهٔ حال وی۔ دَ دې فکر پهٔ وخت کښې هغوی ته خوب چرته ورتلو۔ دا خو پهٔ مخلصینو مسلمانانو دَ الله پاک یو خاص فضل وهٔ چې دَ هغوی زړهٔ ېٔ مطمئن کړو، ستومونی ېٔ ووته۔
ف۲۳۲: یعنی هغه دَ الله وعدې چرته لاړې معلومیږی چې دَ اسلام قصه خلاصه شوه۔ اوس رسولﷺ اؤ مسلمانان بیا کورونو ته واپس نهٔ شی تلې هم دلته به ټول ختم شی۔ لکه بل ځائې قرآن پاک کښې راغلی دی: بَلۡ ظَنَنۡتُمۡ اَنۡ لَّنۡ یَّنۡقَلِبَ الرَّسُوۡلُ وَالۡمُؤۡمِنُوۡنَ اِلٰۤی اَھۡلِیۡھِمۡ اَبَدًا (سورة فتح آیت ۱۲)
(بلکې تاسو دا ګمان کؤلو چې دَ رسول اکرمﷺ اؤ مسلمانان به بیا هېچرې خپلو کورونو ته واپس لاړ نهٔ شی (هم دلته به ختم شی)
ف۲۳۳: یعنی زمونږ کار به څهٔ جوړ شی کهٔ بس ختم به شی۔ یا دا چې مسلمانان به بیا کله هم کامیاب شی کهٔ هم دغسې کمزوری به وی۔ یا دا معنٰی چې الله ته څهٔ منظوره وه هغه وشوه زمونږ پهٔ دې کښې څهٔ اختیار وهٔ۔ خو دا خو دَ الفاظو ظاهری معنٰی ده۔ دَ هغوی نیت نور وهٔ هغه مخکښې راځی۔
ف۲۳۴: یعنی دَ منافقانو دا وېنا چې ھَلۡ لَنَا مِنَ الۡاَمۡرِ شَیۡءٌ صحیح خبره ده۔ خو هغوی ترې نه غلطه معنٰی اخسته۔ بېشکه ستاسو پهٔ لاس کښې هېڅ نشته ، هر څهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ، چې څوک غالب کوی اؤ څوک مغلوب کوی دَ هغهٔ رضا ده۔ یوه واقعه دَ یو قوم دپاره دَ رحمت سبب ګرځی اؤ دَ بل دپاره دَ عذاب سبب۔ خبره هم دغسې ده خو تاسو چې دَ دې څهٔ مطلب اخلیٔ الله تعالیٰ پهٔ هغې خبر دے۔
ف۲۳۵: دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې غلا دا وه چې هغوی دَ ھَلۡ لَنَا مِنَ الۡاَمۡرِ شَیۡءٌ نه دا مطلب اخستو۔ اؤ دَ مسلمانانو نه به ېٔ بیل پهٔ خپلو کښې وې چې مونږ خو درته وې چې میدانِ جنګ ته مهٔ وځیٔ۔ خو زمونږ مشوره چا ونهٔ منله کهٔ زمونږ خبره ېٔ منلے نو دا مصیبت به ولې راتلو دا دومره زمونږ وروڼه به ولې مړهٔ کېدل ( ټول دَ یو برادریٔ کسان وو نو دَ هغوی قتل ته ېٔ خپل قتل ووېٔ۔ مَا قُتِلۡنَا ھٰھُنَا مطلب دا دے چې زمونږ دا وروڼه به دلته نهٔ قتل کېدل) یا ېٔ مطلب دا وهٔ چې څنګه دَ حضور اکرمﷺ پېشنګوئی وه چې غلبه به زمونږ وی کهٔ دا رښتیا وې نو مونږ به دلته ولې قتل کېدو۔ پهٔ ظاهره داسې معلومیږی چې دا خبرې به دَ منافقانو مشر عبد الله بن اُبی چې دَ خپلې ډلې سره دَ لارې نه واپس شوے وهٔ پهٔ مدینه منوره کښې کؤلے۔ اؤ دَ ھٰھُنَا اشاره اُحد ته وه چې دَ ښار سره نژدے دے۔ اؤ ځنو روایاتو به ثابتیږی چې دَ منافقانو یوه ډله دَ څهٔ مصلحت پهٔ وجه دَ عبد الله بن اُبی سره واپس شوے نهٔ وه۔ دَ مسلمانانو سره پهٔ جنګ کښې شریک وو۔ دَ هغوی یو کس معتب بن قشیر پهٔ میدانِ جنګ کښې هم دغسې خبرې کړے وې نو بیا دَ ھٰھُنَا اشاره هم پهٔ هغه موقع میدانِ جنګ ته ده۔
ف۲۳۶: یعنی ستاسو دا پېغورونه غلط دی۔ الله تعالیٰ چې چا دپاره کوم وخت اؤ کوم ځائې کښې اؤ پهٔ کومه وجه مرګ مقرر کړے دے۔ هغه هېچرې بدلېدے نهٔ شی۔ نو کهٔ ستاسو خبره منلې شوے اؤ پهٔ کورونو کښې ناست وې ، هم دَ چا پهٔ قسمت کښې چې دَ اُحد پهٔ پړاؤ مرګ لیکلے وهٔ هغه به ضرور پهٔ څهٔ وجه دلته راتلو اؤ هم دلته به قتل کېدو۔ دا خو دَ الله تعالیٰ احسان دے چې دَ الله پهٔ لار کښې پهٔ خپله خوښه ېٔ دَ شهادت مرګ نصیب شو اؤ بې حسابه اجر ېٔ وګټلو۔ پهٔ دې کښې دَ پښېمانیٔ اؤ افسوس څهٔ خبره ده؟ دا خو دَ مسلمانانو دپاره دَ خوښیٔ خبره ده۔ اے منافقانو تاسو پاخه مسلمانان دَ ځان غوندې مهٔ ګڼیٔ۔
ف۲۳۷: یعنی الله تعالیٰ خو دَ زړونو پهٔ حال عالم دے دَ هغهٔ نه خو څهٔ خبره پټه نهٔ ده ، خو هغهٔ پهٔ تاسو امتحان کؤلو ، چې ستاسو دَ زړونو پټې خبرې خلقو ته هم څرګندې شی۔ کره اؤ کوټه بیل بیل شی۔ مخلصان دَ خپلې کامیابیٔ عوض بیا مومی اؤ زړونه ېٔ دَ وسوسې اؤ کمزوریٔ نه پاک شی اؤ دَ منافقانو حال څرګند شی اؤ خلقو ته دَ هغوی دَ زړونو تیارهٔ معلومه شی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ تَوَلَّوْا مِنْكُمْ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ١ۙ اِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّیْطٰنُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوْا١ۚ وَ لَقَدْ عَفَا اللّٰهُ عَنْهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ۠۝۱۵۵
کوم کسان چې تاسو نه واپس شول دَ دواړو فوځونو دَ جنګ پهٔ ورځ نو وغلؤل هغوی شیطان دَ ګناهونو پهٔ وجه اؤ الله به هغوی معاف کړی ، بېشکه الله ډېر بخښونکے تحمل کؤنکے دے ف۲۳۸
ف۲۳۸: ځنې وخت کښې دَ مسلمان نه هم ګناه اؤ غلطی کیږی۔ نو لکه څنګه چې دَ یو عبادت پهٔ وجه دَ بل عبادت توفیق زیاتیږی۔ دغسې دَ یو ګناه دَ نحوست پهٔ وجه شیطان ته موقع پهٔ لاس ورځی چې بلې ګناه ته بنده تیار کړی۔ دَ اُحد دَ غزا پهٔ موقع هم یو خو دَ تیراندازو نه غلطی شوے وه چې دَ رسول اکرمﷺ دَ حکم نافرمانی ېٔ کړے وه۔ بل ځنی مخلصان مسلمانان هم دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات دَ آواز پهٔ خورېدو پرېشانیٔ کښې دَ جنګ نه ډډې ته شوی وو۔ دا هم دَ هغوی دَ څهٔ مخکښینیٔ ګناه پهٔ وجه شیطان دَ هغوی قدمونه وښویؤل۔ لېکن دَ الله تعالیٰ فضل ته ګوره چې دَ هغوی ګناهونه ېٔ بالکل معاف کړل۔ اوس هېچا ته پهٔ هغوی دَ څهٔ ملامتیٔ کؤلو حق نشته۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ قَالُوْا لِاِخْوَانِهِمْ اِذَا ضَرَبُوْا فِی الْاَرْضِ اَوْ كَانُوْا غُزًّی لَّوْ كَانُوْا عِنْدَنَا مَا مَاتُوْا وَ مَا قُتِلُوْا١ۚ لِیَجْعَلَ اللّٰهُ ذٰلِكَ حَسْرَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۱۵۶
اے ایماندارو ، تاسو مهٔ کېږیٔ دَ هغه چا په شان چې کافران شول، ف۲۳۹ اؤ وائی ، خپلو وروڼو ته ف۲۴۰ کله چې هغوی پهٔ وطن کښې سفر ته وځی ، یا جهاد کښې وی ، کهٔ زمونږ سره پاتی ویٔ نو نهٔ به مړهٔ کېدیٔ اؤ نهٔ به چا مړهٔ کؤلیٔ چې الله واچوی پهٔ دې شک افسوس دَ هغوی پهٔ زړونو کښې ، ف۲۴۱ اؤ هم الله ژوندی کوی اؤ مړهٔ کوی، ف۲۴۲ اؤ الله ستاسو ټول کارونه وینی ف۲۴۳
ف۲۳۹: اے مسلمانانو تاسو دَ منافقانو پهٔ شان خیالات هېچرې زړهٔ ته مهٔ راولیٔ چې کهٔ جنګ ته نهٔ ویٔ راوتې نو نهٔ به مړهٔ کیدو۔ مرګ به ورته پهٔ خپله نېټه ضرور راتلو ، کهٔ پهٔ کورونو کښې پټ ناست ویٔ هم۔
ف۲۴۰: منافقان پهٔ ظاهره مسلمانانو سره ملګری وو ، پهٔ دې وجه ېٔ ورته خپل وروڼه ووې۔ یا پهٔ دې وجه چې ټول دَ یو برادریٔ کسان وو۔ نسبتی وروڼه وو۔ اؤ پهٔ دې موقع هغوی دا خبره دَ خیر خواهیٔ پهٔ ډول کؤله نو وروڼه ېٔ ورته ووې۔
ف۲۴۱: یعنی خامخا بهر ته جنګ ته ؤوتل۔ کهٔ زمونږ سره پهٔ کلی کښې ناست وې نو نهٔ به مړهٔ کېدل ، اؤ نهٔ به قتل کېدل۔ هغوی به دا دَ دې دپاره وې چې مسلمانان پهٔ خپل کار ستومونه شی چې ولې جنګ ته تلل۔ لېکن مسلمانان دومره کچه نهٔ وو چې دَ دوی پهٔ خبرو کښې راتلهٔ۔ البته دَ منافقانو دَ زړهٔ حال پهٔ دې خبرو هغوی ته څرګند شو۔ ځنو مفسرینو لِیَجْعَلَ کښې لام دَ عاقبت اخستے دے۔ یعنی الله تعالیٰ دَ منافقینو دَ خلې نه دا خبرې ځکه وېستې چې تر آخره دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې ارمان پاتې شی چې افسوس مسلمانان زمونږ پهٔ خبرو ونهٔ غلېدل۔ پهٔ دې طریقه به دَ لِیَجْعَلَ تعلق دَ لَا تَكُوْنُوْا سره شی۔
ف۲۴۲: یعنی مړهٔ کؤل اؤ ژوندی پاتې کؤل دَ الله پهٔ اختیار کښې دی۔ ډېر کسان داسې دی چې ټول عمر سفرې کوی جنګونو ته ځی اؤ دَ هغوی مرګ ېٔ پهٔ کور لیکلے وی ، دَ جنګونو نه روغ راشی اؤ کور کښې مړ شی۔ اؤ ډېر کسان داسې وی چې دَ کور نه بهر نهٔ وځی خو چې مرګ ېٔ پهٔ بهر لیکلے وی نو چرته ورته څهٔ داسې سبب جوړ شی چې بهرته وځی اؤ بیا کورته رانهٔ شی۔ دا څیز دَ بنیادم پهٔ تدبیر یا وس اختیار کښې نهٔ دے۔ دَ حضرت خالد رضی الله عنه ټول عمر پهٔ خطرناکو جنګونو کښې تېر شوے دے۔ خو مرګ ېٔ پهٔ کور مقرر وهٔ نو پهٔ کور کښې وفات شو۔ دَ ټولو جنګونو نه صحیح سالم ؤوتو۔ هغوی دَ وفات پهٔ وخت فرمائیلی دی۔ زما پهٔ بدن کښې یو لوېشت ځائې دَ زخمونو نه خالی نشته۔ خو نن زهٔ لکه دَ اوښ پهٔ شان پهٔ کور دننه مرم۔ کاش کهٔ بزدل کسان دَ دې نه عبرت واخلی اؤ سترګې ېٔ وغړیږی۔
ف۲۴۳: الله تعالیٰ دَ ټولو کارونه وینی چې کافران اؤ منافقان پهٔ کومه لار روان دی اؤ مسلمانان تر کومې دَ هغوی سره دَ ملګرتیا نه ځان ساتی نو هر چا ته به دَ خپل عمل مناسب بدله ورکوی۔
وَ لَىِٕنْ قُتِلْتُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ رَحْمَةٌ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ۝۱۵۷
اؤ کهٔ تاسو قتل کړې شویٔ دَ الله پهٔ لار کښې۔ یا مړهٔ شویٔ، ف۲۴۴ نو دَ الله بخښنه اؤ مهربانی بهتره ده دَ هغه څهٔ نه چې هغوی ېٔ جمع کوی۔
ف۲۴۴: اَوْ مُتُّمْ : یعنی مُتُّمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ کهٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ لار کښې قتل شویٔ یا مړهٔ شویٔ۔
وَ لَىِٕنْ مُّتُّمْ اَوْ قُتِلْتُمْ لَاۡاِلَی اللّٰهِ تُحْشَرُوْنَ۝۱۵۸
اؤ کهٔ تاسو مړهٔ شویٔ یا قتل کړې شویٔ ، نو هم دَ الله مخې ته به ټول راجمع کېږیٔ۔ ف۲۴۵
ف۲۴۵: یعنی کهٔ تاسو جهاد ته وتلی نهٔ ویٔ اؤ پهٔ دې وخت کښې دَ مرګ نه بچ شوی ویٔ نو بیا هم یوه ورځ خو به مړهٔ کېدیٔ بیا پهٔ هر حالت کښې ټول به دَ الله سره جمع کېږیٔ۔ څوک چې دَ الله پهٔ لار کښې قتل شوی وی اؤ څوک چې پهٔ خپل مرګ مړهٔ وی نو هغه وخت کښې به ورته پته ولګی چې کوم خوش قسمت چې دَ الله پهٔ لار کښې قتل شوی دی هغوی باندې دَ الله تعالیٰ څومره لوئے فضل اؤ احسان دے۔ اؤ هغوی ته څومره لوئی لوئی نعمتونه اؤ خوشحالیٔ ورکړی شوی دی چې دَ هغې مقابله کښې دَ دنیا ټول مال و دولت اؤ خوشحالیٔ هېڅ هم نهٔ دی۔ غرض دا چې کهٔ بالفرض دَ منافقانو خبره ومنلې شی ، چې کهٔ تاسو جنګ ته وتلی نهٔ ویٔ نو نهٔ به مړهٔ کېدیٔ۔ بیا هم پهٔ دې کښې سراسری نقصان دے ځکه چې دَ شهادت دَ درجې نه به محروم پاتې شوی ویٔ۔ دَ شهادت مرګ پهٔ حقیقت کښې مرګ نهٔ دے ، دائمی اؤ ابدی ژوند دے۔
ع۔ فنا فی اللہ کی تِہ میں بقا کا راز مضمر ہے
جو جینا ہے تو مرنے کے لئے تیار ہو جاؤ
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْ١ۚ وَ لَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِیْظَ الْقَلْبِ لَا نْفَضُّوْا مِنْ حَوْلِكَ١۪ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَ شَاوِرْهُمْ فِی الْاَمْرِ١ۚ فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِیْنَ۝۱۵۹
نو دا هم دَ الله مهربانی ده چې تهٔ دوی نرم دل وموندے ، اؤ کهٔ تهٔ تېز طبیعته اؤ سخت زړے وې۔ نو دوی به خوارهٔ وارهٔ شوی وو ستا دَ خوا نه ، نو تهٔ دوی معاف کړه اؤ دوی دپاره بخښنه وغواړه ، اؤ دوی سره پهٔ کار کښې صلاح کوه ، بیا کله چې تا اراده وکړه دَ کار نو توکل وکړه پهٔ الله ، بې شکه الله خوښوی توکل کونکی۔ ف۲۴۶
ف۲۴۶: مسلمانانو ته دَ هغوی پهٔ غلطو تنبیه ورکؤلو اؤ دَ معافیٔ اعلان کؤلو نه پس ېٔ هغوی ته نصیحت کړے وهٔ چې بیا چرته دَ منافقانو پهٔ خبرو ونهٔ غلېږیٔ۔ پهٔ دې آیت کښې دَ هغوی دَ غلطو دَ معافیٔ تکمیل شوے دے۔ دَ اُحد پهٔ جنګ کښې مسلمانانو سخته غلطی کړے وه۔ شاید چې پهٔ دې دَ رسول اکرمﷺ زړهٔ خفه شوے وهٔ اؤ دا خیال ېٔ کړے وهٔ چې بیا به دَ دوی سره صلاح نهٔ کوم۔ نو الله تعالیٰ ډېره پهٔ لطیفه طریقه دَ هغوی سفارش کوی۔ اول ېٔ دَ هغوی دَ معافیٔ اعلان وکړو۔ ځکه چې دَ حضور اکرمﷺ رنج اؤ غصه دَ الله دپاره وه دَ ځان دپاره نهٔ وه ، نو چې الله معاف کړل حضور اکرمﷺ به ېٔ هم معاف کړی۔ اؤ بیا ېٔ وفرمائیل فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْ (الٰایة) یعنی دا هم دَ الله تعالیٰ پهٔ مسلمانانو اؤ پهٔ تا باندې لوئے احسان دے چې ستا زرهٔ ېٔ دَ دوی دپاره نرم کړے دے۔ کهٔ بل څوک وې نو الله خبر چې دَ داسې سختې غلطیٔ به ېٔ ورته څومره سخته سزا ورکؤله۔ کهٔ ستا زړهٔ سخت وې اؤ خوی دې تېز وې نو دا قوم به ستا نه کله راچاپېره شوے وهٔ ؟ لرې لرې به تښتېدل۔ کهٔ تا پهٔ غلطیٔ کؤلو سخته سزا ورکؤلے نو دَ هیبته اؤ شرم نه به درته نژدے نهٔ شو راتلې۔ دغسې به دَ اسلام طاقت کمزورے شوے وهٔ۔ اؤ دا خلق به ستا دَ صحبت دَ فیض نه محروم شوی وو۔ لېکن الله تعالیٰ ستا زړهٔ دوی دپاره نرم کړے دے اؤ ارته سینه ېٔ درکړے ده چې دَ دوی وړې وړې غلطیٔ پهٔ روڼ تندی معاف کوے نو دې جنګ کښې چې دَ هغوی نه غټه غلطې شوے ده۔ دا هم ورته تر خپله حده معاف کړه ۔ اؤ اګرچې الله تعالیٰ هغوی معاف کړی دی۔ خو تهٔ هم دَ هغوی دَ تسلیٔ دپاره دَ الله نه دَ هغوی دَ بخشش سوال وکړه۔ اؤ مخکښې دپاره ورسره صلاح مشوره هم کوه۔ بپا چې کومه خبره پهٔ صلاح سره فیصله شی اؤ تهٔ دَ کار نیت وکړې نو پهٔ الله تعالیٰ توکل کوه۔ دَ الله تعالیٰ توکل کؤنکی خوښ دی۔ دَ هغوی کار تر سره کوی۔ دَ حضرت علیؓ نه روایت دے چې دَ حضور اکرمﷺ نه چا تپوس وکړو عزؔم څهٔ ته وائی۔ هغوی وفرمائیل دَ اهل الرائے نه مشوره اخستل اؤ بیا پهٔ هغې عمل کؤل۔ اؤ پهٔ مجمع الزواید کښې دَ حضرت علیؓ نه روایت دے یا رسول الله ﷺ کومه خبره چې مونږ پهٔ قرآن اؤ سنت کښې بیا نهٔ مومو دَ هغې متعلق فیصله څنګه پکار ده ؟ هغوی وفرمائیل دَ پوهه اؤ خدا پرستو کسانو پهٔ مشوره عمل کویٔ اؤ دَ یو نیم کس پهٔ بیله خاصه رائے پسې مهٔ ځیٔ۔
اِنْ یَّنْصُرْكُمُ اللّٰهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ١ۚ وَ اِنْ یَّخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِیْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْۢ بَعْدِهٖ١ؕ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۝۱۶۰
کهٔ الله تعالیٰ ستاسو امداد کوی۔ نو پهٔ تاسو به هېڅوک غلبه ونهٔ کړې شی ، اؤ کهٔ ستاسو مدد نهٔ کوی۔ نو بیا بل داسې څوک دے چې دَ دې نه پس به دَ ستاسو مدد وکړې شی ، اؤ مسلمانانو ته صرف پهٔ الله اعتماد پکار دے۔ ف۲۴۷
ف۲۴۷: پهٔ وړومبنی آیت کښې ېٔ فرمائیلی وو چې پهٔ الله اعتماد کویٔ دلته ښیٔ چې اعتماد پهٔ داسې ذات پکار دے چې هغه پهٔ ټولو زبردست اؤ غالب وی۔ مسلمانانو ته صرف دَ الله په امداد اعتماد پکار دے۔ دَ مسلمانانو غلطی خپله معاف کؤلو اؤ پهٔ پېغمبر باندې هم معاف کؤلو نه پس اوس هغوی ته نصیحت کوی چې تاسو دَ خلقو خبرې مهٔ آؤریٔ اؤ صرف پهٔ الله اعتماد کویٔ ، کهٔ دَ هغهٔ مدد ورسره وی نو هېڅ طاقت پهٔ تاسو غلبه نهٔ شی کؤلے لکه دَ بدر پهٔ جنګ کښې تاسو خپله کتلی دی اؤ کهٔ دَ هغهٔ امداد درسره نهٔ وې نو بل هېڅوک نهٔ وو چې ستاسو مدد ییٔ کړے وې۔ لکه دَ اُحد پهٔ جنګ کښې مو خپله تماشه وکړه۔
وَ مَا كَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّغُلَّ١ؕ وَ مَنْ یَّغْلُلْ یَاْتِ بِمَا غَلَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ۚ ثُمَّ تُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۱۶۱
اؤ دَ نبی کار نهٔ دے چې څهٔ څیز پټ وساتی ، اؤ څوک چې څهٔ پټ کړی ، هغه به راؤړی خپل پټ کړے څیز دَ قیامت پهٔ ورځ بیا به پوره پوره ورکؤلے شی هر چا ته ، څهٔ چې هغهٔ ګټلی وی ، اؤ پهٔ هغوی به ظلم نهٔ کیږی۔ ف۲۴۸
ف۲۴۸: دَ دې آیت مطلب یا خو مسلمانانو ته پوره تسلّی ورکؤل دی چې دا شک زړهٔ کښې مهٔ کویٔ چې شاید حضور اکرمﷺ پهٔ ظاهره زمونږ دا غلطی معاف کړے وی اؤ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ راته غصه پټه پرته وی اؤ پهٔ بله موقع رانه دا تاؤ وباسی۔ دَ نبیانو کار دا نهٔ دے چې پهٔ ظاهره یوه خبره وکړی اؤ پهٔ زړهٔ کښې بله خبره پټه وساتی۔ اؤ یا ییٔ مطلب دا دے چې دَ حضور اکرمﷺ دَ لوییٔ ، پاکیٔ اؤ امانت داریٔ خیال پوره پوره ساتیٔ اؤ پهٔ زړهٔ کښې هم دَ حضور اکرمﷺ متعلق چرته غلط خیال مهٔ راؤلیٔ۔ دا ګمان مهٔ کویٔ چې چرته دَ غنیمت دَ مال نه به څهٔ شے دَ ځان دپاره پټ کړی۔ شاید چې دا دَ دې دپاره وئیلی شوی وی چې تیراندازو مورچه دَ مالِ غنیمت پهٔ خاطر پریښې وه۔ آیا حضور اکرمﷺ به هغوی ته برخه نهٔ ورکؤله؟ یا به ییٔ ترېنه څهٔ شے پټ ساتلے وهٔ ؟ پهٔ ځنی روایاتو کښې راځی چې دَ جنګِ بدر پهٔ مالِ غنیمت کښې څهٔ شے (یو څادر یا یوه توره ) ورک شوی وو۔ نو ځنو خلقو دا ګمان کړے وهٔ چې دا شے به حضورﷺ دَ ځان دپاره ساتلے وی۔ دَ دې پهٔ حق کښې دا آیت نازل شو بهرحال مسلمانان پهٔ دې پوهه کړی شو چې حضور اکرمﷺ کهٔ دَ خپل نرم طبیعت اؤ خوش خلقیٔ پهٔ وجه ستاسو غلطیٔ معاف کوی اؤ تاسو سره سختی نهٔ کوی۔ نو تاسو هم دَ هغهٔﷺ دَ لوئے مرتبې ، پاکیٔ اؤ خوش خلقیٔ قدر کویٔ اؤ دَ هغوی متعلق څهٔ کمزورے خیال پهٔ زړهٔ کښې مهٔ راولیٔ۔
دلته حضور اکرمﷺ ته دَ جنګِ اُحد پهٔ موقع دَ مسلمانانو دَ غلطیٔ معاف کؤلو سفارش کیږی اؤ ورسره دَ هغوی یوه بله غلطی هم چې دَ جنګِ بدر پهٔ موقع شوے وه وریادؤلے شی۔ چې حضور اکرمﷺ دَ دې سره سره دا هم معاف کړی۔
تنبیه: دَ غلؤل اصل معنٰی پهٔ مالِ غنیمت کښې خیانت کؤل دی۔ خو کله کله دَ مطلقِ خیانت پهٔ معنٰی هم راځی اؤ کله کله دَ هسې پټؤلو پهٔ معنٰی راځی لکه دَ ابن مسعودؓ قول دے : غُلُّوۡا مَصَاحِفَکُمۡ (خپل قرآنونه محفوظ ساتیٔ)
اَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللّٰهِ كَمَنْۢ بَآءَ بِسَخَطٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ مَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۱۶۲
آیا هغه سړے چې تابع وی دَ الله دَ رضا ، برابرېدے شی دَ هغه چا سره چې ګټلے ېٔ وی دَ الله غصه ، اؤ دَ هغهٔ ځائې دوزخ دے اؤ څومره خراب ځائې ته ورسېدو۔ ف۲۳۹
ف۲۳۹: یعنی پېغمبر چې پهٔ هر حال کښې دَ الله دَ رضا تابع وی بلکې نور خلق هم دَ الله دَ رضا تابع کوی دَ هغهٔ نه داسې کار هرګز نهٔ شی کېدے چې دَ الله تعالیٰ پهٔ عضب کښې راشی اؤ دَ دوزخ حقدار شی۔ دا ناممکنه ده۔
هُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ بَصِیْرٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ۝۱۶۳
دَ الله سره دَ خلقو مختلفې درجې دی اؤ الله وینی هغه څهٔ چې هغوی ییٔ کوی۔ ف۲۴۰
ف۲۴۰: یعنی نبی اؤ نور خلق برابر نهٔ دی۔ حرص ، طمع ، غلا ، یا نور داسې ذلیل کارونه دَ نبی نه ممکن نهٔ دی چې وشی۔ الله تعالیٰ ټول مخلوق پېژنی چې څوک دَ کومې درجې دے اؤ دَ ټولو کارونه وینی نو بیا داسې دَ کمزروی طبیعت بنیادم به ( چې مالِ غنیمت کښې غلا کوی) څنګه دَ نبوت پهٔ درجه سرفراز کوی۔ نعوذ بالله
لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ بَعَثَ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْ اَنْفُسِهِمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَ یُزَكِّیْهِمْ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ١ۚ وَ اِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۱۶۴
الله احسان کړے دے پهٔ ایماندارو چې راستؤلے ېٔ دے دوی ته رسول هم دَ دوی نه ف۲۴۱ لولی دوی ته دَ الله آیتونه اؤ دوی پاکوی اؤ ښیٔ دوی ته کتاب ، اؤ دَ کار خبرې اؤ دوی خو دَ مخکښې راسې پهٔ څرګنده ګمراهیٔ کښې وو۔ ف۲۴۲
ف۲۴۱: یعنی هم دَ دوی دَ قوم اؤ ملک یو سړے ېٔ دوی ته پهٔ رسالت راواستؤلو۔ چې دوی دَ هغهٔ پهٔ مجلس کښې کښېناستے پاڅېدے شی۔ دَ هغهٔ پهٔ خبرو پوهیږی ، دَ هغهٔ دَ علی نسب اؤ پاک ژوند ټول حال ورته معلوم دے۔ دَ خپل قوم اؤ کور کلی سړی دلاسه چې داسې معجزې ووینی نو پهٔ یقین کؤلو کښې به ورته آسانی وی۔ نو فرض کړه کهٔ فرښته یا پیرے یا دَ بل وطن سړے ېٔ ورته رسول کړے وې نو دَ معجزو پهٔ لیدو شاید چې هغوی دا خیال کړے وې چې ممکنه ده دَ دې قسم خلقو ټولو سره دغه شان طاقت وی۔ نادر کارونه کؤلے شی۔ کهٔ مونږ داسې نهٔ شو کؤلے نو دا دَ دهٔ دَ رسالت څهٔ دلیل نهٔ دے۔ اؤ چې دَ خپل قوم یو سړے داسې کار وکړی چې دَ هغې قوم نور افراد ېٔ نهٔ شی کؤلے نو دَ هغوی یقین راشی چې واقعی دَ دهٔ سره یو داسې غیبی طاقت ملګرے دے چې هغه زمونږ سره نشته۔ بهرحال پهٔ مؤمنانو دا دَ الله تعالیٰ احسان دے چې داسې رسول ېٔ ورته استؤلے دے چې سره دَ رسالت اؤ منصب اؤ لوئے مرتبې دَ خپل نرم طبیعت پهٔ وجه دَ عامو کسانو سره پهٔ مجلس کښې یو شان شرکت کوی۔ اؤ مسلمانان دَ هغهٔ دَ صحبت نه بې تکلیفه فائده اخستے شی۔
ف۲۴۲: دَ دې مضمون دوه آیتونه پهٔ سورتِ بقره کښې تېر شوی دی۔
خلاصه ېٔ دا ده چې دَ حضور اکرمﷺ څلور خاص صفتونه دی۔
(۱)دَ آیتونو تلاوت : دَ الله تعالیٰ آیتونه خلقو ته اورؤل چې دَ هغې پهٔ ظاهری معنٰی ټول عرب اهلِ زبان پوه شول۔ اؤ عمل ېٔ پرې کؤلے شو۔
(۲) دَ نفسونو تزکیه کؤل: دَ نفسانی خواهشاتو اؤ دَ شرک اؤ ګناه دَ ګنده خیالاتو نه دَ هغوی زړونه صفا کؤل۔ دا صفائی به هغوی دَ حضور اکرمﷺ دَ صحبت اؤ دَ هغوی دَ قلبی توجه اؤ دَ قرآن پهٔ احکامو عمل کؤلو پهٔ ذریعه حاصلؤله۔
(۳)دَ کتاب الله تعلیم: دَ آیتونو دَ الفاظو پهٔ ظاهری معنٰی خو هغوی خپله هم پوهېدل۔ دَ آیتونو هغه مطلب ښودل کوم چې ترینه دَ الله مراد دے دَ رسول اللهﷺ کار وهٔ۔ دَ دې ضرورت به پهٔ خاص خاص موقع راتلو۔ مثلًا دَ یو لفظ عامې معنٰی یا عامې محاورې پهٔ وجه به اصحابوؓ ته مطلب باندې پوهېدو کښې څهٔ مشکل پیدا شو نو حضور اکرمﷺ به هغوی ته وښودله چې دَ دې لفظ نه دَ الله دغه معنٰی مراد ده۔ لکه دَ آیت اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوۡ وَ لَمۡ یَلۡبِسُوۡا اِیۡمَانَہُمۡ بِظُلۡمٍ پهٔ معنٰی کښې اصحابوؓ ته اشکال پیدا شو اؤ دَ هغوی سره فکر شو چې پهٔ مونږ کښې کوم یو کس داسې دے چې دَ هغهٔ نه به څهٔ نه څهٔ ظلم نهٔ وی شوے۔ نو حضور اکرمﷺ تسلی ورکړه چې دلته دَ ظلم نه عام زیاتے مراد نهٔ دے۔ دَ دې نه مراد شرک دے۔ یعنی چې خالص توحید باندې ېٔ یقین وی اؤ پهٔ هېڅ درجه کښې شرک ورسره ګډ نهٔ کړی۔ نهٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ صفاتو ، نهٔ پهٔ افعالو کښې پهٔ هېڅ درجه کښې هم شرک ونهٔ کړی۔
(۴)دَ حکمت تعلیم: دَ قرآن مجید پټ رازونه اؤ دَ شریعت باریکې نکتې اؤ لطیف علّتونه خلقو ته څرګندؤل ، خواه صراحتًا وی کهٔ اشارةً کنایةً وی۔ حضور اکرمﷺ دَ الله تعالیٰ پهٔ توفیق اؤ امداد هغه پسمانده قوم چې دَ سوونو کالو راسې دَ جهالت اؤ ګمراهیٔ پهٔ تورو تیرو کښې پروت وهٔ ، پهٔ لږه موده کښې دَ علم اؤ عمل داسې اوچتې مرتبې ته ورسؤلو چې دَ ټولې دنیا رهبران اؤ هدایت کونکی شو ، نو دوی ته هم پکار دی چې دَ الله تعالیٰ دَ دې عظیم نعمت قدر وکړی اؤ داسې څهٔ کار ونهٔ کړی چې دَ رسول اکرمﷺ زړهٔ پرې خفه کیږی۔
اَوَ لَمَّاۤ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَدْ اَصَبْتُمْ مِّثْلَیْهَا١ۙ قُلْتُمْ اَنّٰی هٰذَا١ؕ قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اَنْفُسِكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱۶۵
آیا کله چې تاسو ته ورسېدو یو تکلیف ، چې تاسو رسؤلے وهٔ دَ دې نه دوچند۔ نو تاسو وایئ چې دا دَ کومې مخې راغلو، ف۲۴۳ ووایه تهٔ چې دا دَ خپلې مخې در رسېدلے دے۔ ف۲۴۴ بې شکه الله تعالیٰ پهٔ هر څه قادر دے۔
ف۲۴۳: دَ مخکښې نه دَ اُحد دَ جنګ قصه روانه وه۔ پهٔ مینځ کښې دَ هغوی دَ غلطیٔ اؤ دَ هغې دَ معافۍ ذکر راغلو۔ دَ هغې سره دَ حضور اکرمﷺ دَ اخلاقو اؤ حقوقو ذکر ضروری وهٔ۔ اوس بیا دَ جنګ بیان شروع کیږی چې دې جنګ کښې تاسو ته کوم تکلیف ورسېدو نو تاسو پهٔ حېرانتیا سره واییٔ چې دا تکلیف دَ کومې مخې راغلو۔ مونږ خو دَ خدائې پهٔ لار کښې جهاد کؤلو اؤ دَ خدائې رسولﷺ راسره دَ کامیابیٔ وعده کړے وه نو دا تکلیف ولې راغلو۔ دَ دې خبرو پهٔ وخت تاسو دا سوچ هم وکړیٔ چې تاسو ته څومره تکلیف اوس رسېدلے دے ، دَ دې پهٔ دوه هومره مشرکانو ته رسېدلے وهٔ۔ دَ بدر پهٔ جنګ کښې دَ هغوی اویا(۷۰) کسه سرداران مړهٔ شوی اؤ اویا (۷۰) کسه ستاسو پهٔ لاس ګرفتار شوی وو ، چې دَ هغوی قتل کؤل یا پرېښول ستاسو پهٔ اختیار کښې وو۔ اؤ دَ احد پهٔ جنګ کښې ستاسو صرف اویا(۷۰) کسان شهیدان شوی دی اؤ قېدی یو هم نشته۔ اؤ دې جنګ کښې هم پهٔ ابتداء کښې دَ هغوی شل (۲۰) کسه بهادران قتل شوی دی۔ کهٔ دې جنګ کښې تاسو لږ غوندې ګډوډ شویٔ نو دَ بدر پهٔ جنګ کښې هغوی تباه کن شکست خوړلے وهٔ۔ پهٔ اُحد کښې هم چې تاسو دوباره جنګ ته کلک ودرېدیٔ نو هغوی شکست وخوړو اؤ میدان ېٔ پرېښو۔ کهٔ انصاف وکړیٔ۔ نو دَ شکایت اؤ بد دله کېدو څهٔ ګنجائش نشته۔
ف۲۴۴: کهٔ تاسو غور وکړیٔ نو دې جنګ کښې تاسو ځان ته دا مصیبت پخپله رسؤلے دے۔ اول خو مو پهٔ جوش کښې دَ رسولﷺ اؤ تجربه کارو کسانو مشوره ونهٔ منله اؤ دَ جنګ دپاره میدان ته را ووتیٔ اؤ بیا تیراندازو دَ حضورﷺ دَ حکم نافرمانی وکړه۔ اهمه مورچه ېٔ خالی پرېښوه۔ بل دا چې یو کال مخکښې دَ جنګِ بدر دَ قېدیانو پهٔ حق کښې تاسو ته اختیار درکړې شوے وهٔ کهٔ دا کسان قتلویٔ اؤ کهٔ فدیه ترېنه اخلیٔ پرېږدیٔ ېٔ پهٔ دې شرط چې دومره کسان به بیا دَ تاسو نه اخستې شی نو تاسو دا شرط قبول کړو اؤ فدیه مو واخسته۔ اوس هغه شرط پوره کړې شو نو تاسو بیا شور فریاد ولې کویٔ۔ (دَ دې پوره بیان به پهٔ سورتِ انفال کښې راځی) کهٔ انصاف وکړیٔ نو دا ټول هر څهٔ ستاسو دَ خپله لاسه شوی دی نو ګیله مو بې ځایه ده۔
وَ مَاۤ اَصَابَكُمْ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ فَبِاِذْنِ اللّٰهِ وَ لِیَعْلَمَ الْمُؤْمِنِیْنَۙ۝۱۶۶
اؤ څهٔ چې تاسو ته پېښ شو دَ دواړو فوځونو دَ جنګ پهٔ ورځو ، نو دَ الله پهٔ حکم اؤ دې دپاره چې معلوم کړی ایماندار،
وَ لِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ نَافَقُوْا١ۖۚ وَ قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَوِ ادْفَعُوْا١ؕ قَالُوْا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَّا تَّبَعْنٰكُمْ١ؕ هُمْ لِلْكُفْرِ یَوْمَىِٕذٍ اَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْاِیْمَانِ١ۚ یَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یَكْتُمُوْنَۚ۝۱۶۷
اؤ چې معلوم کړی هغه کسان چې منافق وو ف۲۴۵ اؤ دوی ته ووئیلی شو چې راځیٔ دَ الله پهٔ لار کښې جنګ وکړیٔ یا دښمن دفع کړیٔ۔ ف۲۴۶ دوی ووېٔ کهٔ مونږ ته دَ جنګ چل راتلې نو تاسو سره به پاتی وو۔ ف۲۴۷ دوی پهٔ دغه ورځ دَ کفر سره ډېر نژدے وی دَ ایمان پهٔ نسبت، ف۲۴۸ دوی پهٔ خلهٔ هغه خبرې کوی چې دَ دوی پهٔ زړونو کښې نشته ، اؤ دوی چې څهٔ پټوی الله په هغې ښهٔ خبر دے۔ ف۲۴۹
ف۲۴۵: الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ کله چې ېٔ خوښه وی څوک غالب کړی اؤ کله چې ېٔ خوښه وی څوک مغلوب کړی۔ ستاسو مغلوب کېدل پهٔ دې وجه نهٔ وو چې پهٔ دې وخت کښې الله تعالیٰ ېٔ پهٔ غالب کؤلو قادر نهٔ وهٔ بلکې ځکه وو چې ستاسو دَ عمل اؤ اختیار پهٔ وجه داسې حالت پیدا شوے وهٔ چې دې وخت کښې تاسو ته کامله غلبه درکؤلو کښې مصلحت نهٔ وهٔ۔ بهرحال هر څهٔ چې شوی دی دَ الله پهٔ حکم اؤ دَ هغهٔ پهٔ رضا شوی دی۔ چې دَ هغې وجه ستاسو عمل وهٔ اؤ مصلحت پکښې دا وهٔ چې دَ هر مخلص مسلمان دَ ایمان اؤ اخلاص درجه معلومه شی اؤ دَ منافق نفاق څرګند شی۔ کره کوټه ، پوخ اؤ کچه هر چا ته څرګند شی۔
ف۲۴۶: دَ جنګ شروع کېدو نه مخکښې چې دَ منافقانو سردار عبدالله بن اُبیٔ دَ درے سوو کسانو دَ ډلې سره دَ اسلامی فوځ نه بیلېدو ، نو هغهٔ ته خلقو ووېٔ چې اوس چرته تښتې۔ تهٔ چې دَ اسلام دعوه کوې نو دغه وخت دے۔ دَ جهاد نه ولې ځان پاتې کوې۔ کهٔ جنګ نهٔ کوې نو هم کم از کم لښکر نه خو مهٔ بیلېږه۔ دښمن ته به دَ اسلام لښکر خو ډېر ښکاری هېبت به پرې پرېوزی۔ یا دا چې کهٔ دَ اسلام دپاره جنګ نهٔ کوې نو بیا هم انصار ټول ستا وړوڼه دی۔ دَ هغوی دښمن ستا دښمن دے نو کم از کم دَ قوم اؤ ملک دَ دښمن دفاع کښې خو شریک شه کنه۔ دا خو غېرت اؤ پښتو نهٔ ده چې دَ دښمن مقابلې نه تښتې۔ بل دا کهٔ دښمن غالب شو نو ستاسو مال اولاد ته هم خطره ده۔ هغوی خو بیا زمونږ اؤ ستاسو مینځ کښې فرق نهٔ کوی۔ زمونږ سره به ستاسو مالونه اؤ سرونه هم بربادیږی۔ غرض دا چې هر قسم دلیلونه ورته بیان شو چې دَ زړهٔ راز ېٔ څرګند شی خو هغوی پهٔ خپله خبره کلک وو۔
ف۲۴۷: کهٔ مونږ ته جنګ ښکارېدے۔ مطلب دا چې جنګ منګ نهٔ کیږی۔ دا هسې دوړه دپکه ده۔ یا دا چې کهٔ سمه دَ برابر مقابله وې نو مونږ به پکښې هم شریک شوی وو۔ دا څهٔ جنګ خو نهٔ دے چې یو طرف ته پهٔ وسله پوره درے زره (۳۰۰۰) جنګی ځوانان دی اؤ بل طرف ته بې سازو سامان یو زر کمزوری کسان دی۔ دا خو جنګ نهٔ دے هسې ځان تباه کؤل دی۔ مونږ دَ خپله لاسه ځان نهٔ تباه کؤو۔ یا دا چې کهٔ مونږ ته دَ جنګ چل راتلې۔ دَ جنګ دَ فن اؤ هنر نه واقف وې نو ستاسو ملګرتیا به مو کړے وه۔ پهٔ دې کښې مسلمانانو ته دا پېغور وهٔ چې زمونږ پهٔ مشوره مو عمل ونهٔ کړو۔ نو مطلب دا دے چې مونږ دَ جنګ پهٔ فن نهٔ پوهیږو۔ تاسو ماهران اؤ خپله ښهٔ هوښیاران ییٔ۔ زمونږ نه دَ جنګ پهٔ رازونو ښهٔ پوهېږیٔ نو مونږ ته مو څهٔ حاجت دے۔ غرض دا چې دَ دروغو بهانې ېٔ کؤلے۔ اوس خبره خو دا ده چې منافقان زړهٔ کښې دَ مشرکانو ملګری وو ، دَ هغوی سره ېٔ مقابله نهٔ کؤله۔ پهٔ څهٔ چل ېٔ ځان خلاصؤلو۔
ف۲۴۸: منافقان پهٔ زړهٔ کښې کافر وو۔ پهٔ خلهٔ ېٔ دَ ایمان دعوه کؤله اؤ پهٔ دغه وجه به مسلمانانو سره ګډوډ وسېدل۔ پهٔ دغه ورځ چې عین دَ جنګ پهٔ موقع دَ اسلامی لښکر نه جدا شو نو نفاق ېٔ ښهٔ څرګند شو۔ اوس پهٔ ظاهره هم دوی دَ اسلام نه کفر ته زیات نژدے وو۔ پهٔ دې عمل ېٔ دَ کافرو ملګرتیا وکړه اؤ پهٔ خیال ېٔ مسلمانانو ته نقصان ورسؤلو۔
ف۲۴۹: یعنی پهٔ خلهٔ خو دا وائی لَوۡ نَعۡلَمُ قِتَالًا لَّا تَّبَعۡنَاکُمۡ اؤ دَ زړهٔ خبره نهٔ کوی۔ زړهٔ کښې خو ېٔ دا ده کهٔ مسلمانان شکست وخوری اؤ کمزوری شی نو ښهٔ به وی۔
اَلَّذِیْنَ قَالُوْا لِاِخْوَانِهِمْ وَ قَعَدُوْا لَوْ اَطَاعُوْنَا مَا قُتِلُوْا١ؕ قُلْ فَادْرَءُوْا عَنْ اَنْفُسِكُمُ الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۱۶۸
دا هغه کسان دی چې وائی خپلو وړوڼو ته اؤ خپله ناست وی ، کهٔ هغوی زمونږ خبره منلې وې نو نهٔ به قتل کېدل ،ف۲۵۰ ووایه تهٔ ، اوس لرې کړیٔ دَ خپل ځان نه مرګ کهٔ تاسو رښتونی ییٔ۔ ف۲۵۱
ف۲۵۰: دا بزدله خپله هم کور کښېناستل اؤ نورو نسبتی وړوڼو انصارو ته ېٔ هم وې چې کهٔ زمونږ خبره مو منلے وې کور ناست وې نو دومره نقصان به مو نهٔ وهٔ شوے۔
ف۲۵۱: یعنی کهٔ کور کښې څوک دَ مرګ نه بچ کیږی نو ګورو به کنه چې تاسو کښې څوک مړ نهٔ شی همېشه ژوندے وی۔ اؤ چې پهٔ کور کښې هم مرګ راځی نو بیا دَ بهادرو ځوانانو پهٔ شان میدانِ جنګ کښې دَ عزت مرګ ولې نهٔ حاصلؤو چې هغه پهٔ حقیقت کښې مرګ نهٔ دے بلکې دائمی ژوند اؤ ابدی خوشحالی ده۔
وَ لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتًا١ؕ بَلْ اَحْیَآءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ یُرْزَقُوْنَۙ۝۱۶۹
اؤ تاسو ګمان مهٔ کویٔ پهٔ هغه کسانو باندې چې قتل شوی دی دَ الله پهٔ لار کښې دَ مړو ، بلکې هغوی ژوندی دی ، دَ خپل رب سره خوری څښی،
فَرِحِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ١ۙ وَ یَسْتَبْشِرُوْنَ بِالَّذِیْنَ لَمْ یَلْحَقُوْا بِهِمْ مِّنْ خَلْفِهِمْ١ۙ اَلَّا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَۘ۝۱۷۰
اؤ خوشحالی کوی پهٔ هغه نعمتونو چې الله ورته پهٔ خپل فضل ورکړی دی ، اؤ خوشحالیږی هغه کسانو ته چې لا نهٔ دی وررسېدلی ورپسې دَ وروستو نه۔ ځکه چې نهٔ څهٔ ویره شته پهٔ هغو اؤ نهٔ څهٔ غم۔
یَسْتَبْشِرُوْنَ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ فَضْلٍ١ۙ وَّ اَنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُؤْمِنِیْنَ٤ۚۛ۠
خوشحالیږی دې دَ الله نعمتونو ته اؤ فضل ته اؤ پهٔ دې خبره چې الله دَ ایماندارو خواری نهٔ بربادوی ف۲۵۲
ف۲۵۲: یعنی کور کښې پهٔ ناسته څوک دَ مرګ نه نهٔ خلاصیږی۔ البته دَ هغه نعمت نه محروم پاتې شی کوم ته چې دَ مرګ پهٔ ځائې ابدی ژوند وئیل پکار دی۔ شهیدان دَ مرګ نه پس یو خاص قسم ژوند مومی چې هغه نورو مړو ته نهٔ شی ورکېدے۔ هغوی الله تعالیٰ ته ډېر نژدے دی اؤ ډېره اوچته درجه اؤ بلند مقام مومی۔ دَ جنت رزق ورته پهٔ آزادیٔ سره هر ځائې کښې رسی لکه څنګه چې مونږ پهٔ هوائی جهاز کښې لږ وخت کښې ډېر لرې ځائې ته والوزو۔ دغسې دَ شهیدانو ارواح به دَ شنو مارغانو پهٔ ججورو کښې (فی حواصلِ طیورٍ خضرٍ) دَ ټول جنت سیل کوی۔ چرته چې ېٔ خوښه وی اخوا به الوزی۔ دَ دې شنو مارغانو پوره حال اؤ کیفیت صرف الله تعالیٰ ته معلوم دے۔ دَ هغه دنیا څیزونه اؤ خبرې زمونږ پهٔ عقل کښې نهٔ شی راتلې۔ زمونږ دَ عقل دَ دائرې نه بهر خبرې دی۔ بهرحال شهیدان به هلته ډېر خوشحال اؤ پهٔ آرام کښې وی اؤ شکرونه به وباسی چې الله تعالیٰ ورته دَ شهادت درجه ورکړه اؤ دومره لوئے فضل ېٔ پرې وکړو۔ رسول اللهﷺ چې دَ هغوی سره کومې وعدې کړے وې هغه به پهٔ خپلو سترګو ووینی اؤ دا به وګوری چې الله تعالیٰ دَ ایماندارو محنت بربادوی نهٔ ، بلکې دومره بې حسابه اجر ورکوی چې دَ چا پهٔ خیال اؤ فکر کښې هم نهٔ راځی۔ یوازې پهٔ خپل حالت به خوشحال نهٔ وی دَ خپلو هغه مسلمانانو وړوڼو دپاره به هم خوشحالیږی کوم چې هغوی وروستو پهٔ جهاد کښې مشغول پریٔښی دی چې کهٔ دَ هغوی هم شهادت نصیب شو نو داسې پهٔ مزو به ېٔ سر شی ، نهٔ به ورسره څهٔ ویره وی اؤ نهٔ څهٔ غم۔ نېغ به دَ الله تعالیٰ پهٔ رحمت کښې داخل شی۔ پهٔ ځنو روایاتو کښې راځی چې دَ اُحد شهیدانو یا دَ ”بیرِ معونه“ شهیدانو چې خپلې درجې اؤ خوشحالیٔ ولیدے نو الله ته ېٔ سوال وکړو ، چې ارمان دے کهٔ زمونږ دَ خوشحالیٔ دا خبر چا زمونږ نورو مسلمانانو وروڼو ته یوړې چې هغوی هم بیا ډېر پهٔ شوق جهاد کؤلے اؤ دا درجې ېٔ حاصلولې۔ الله تعالیٰ ورته ووېٔ زهٔ به خبر ورکړم نو دا آیتونه ېٔ نازل کړل۔ اؤ هغه شهیدانو ته ېٔ ووېٔ چې ما خبر ورکړو۔ پهٔ دې هغوی نور هم ډېر خوشحال شو چې اوس به زمونږ نور وروڼه هم دې نعمتونو ته را ورسی۔
اَلَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِلّٰهِ وَ الرَّسُوْلِ مِنْۢ بَعْدِ مَاۤ اَصَابَهُمُ الْقَرْحُ١ۛؕ لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا مِنْهُمْ وَ اتَّقَوْا اَجْرٌ عَظِیْمٌۚ۝۱۷۲
کومو کسانو چې حکم ومنلو دَ الله اؤ دَ رسول پس دَ دې نه چې رسېدلے وهٔ هغوی ته زخم۔ پهٔ هغوی کښې دَ نیکو اؤ پرهیزګارو کسانو دپاره غټ ثواب دے۔
اَلَّذِیْنَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ اِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوْا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ اِیْمَانًا١ۖۗ وَّ قَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ وَ نِعْمَ الْوَكِیْلُ۝۱۷۳
هغه کسان چې ووېٔ هغوی ته خلقو چې دَ مکې خلقو جمع کړے دے ستاسو مقابلې دپاره سامان۔ نو تاسو دَ هغوی نه ویرېږیٔ نو دَ هغوی ایمان نور هم زیات شو۔ اؤ وېٔ وې، زمونږ دپاره الله کافی دے اؤ هغه بهترین کارساز دے، ف۲۵۳
ف۲۵۳: دَ مشرکانو سردار ابوسفیان چې دَ اُحد دَ میدان نه پهٔ ماتی لاړو۔ مکې معظمې ته روان وهٔ نو پهٔ لار کښې ورته خیال راغلو چې دَ مسلمانانو لښکر کمزورې شوے اؤ زخمی شوے وهٔ ، هغه خو دغسې پرېښول ښهٔ نهٔ وو ، پوره تباه کؤل ېٔ پکار وو۔ اوس ورکښې دَ نورې مقابلې طاقت نهٔ وهٔ۔ دَ خپلو سردارانو سره ېٔ مشورې شروع کړې چې بیا واپس شو پهٔ مدینه منوره حمله وکړو۔ رسول اکرمﷺ ته چې دا خبر ورسېدو نو هغویﷺ اعلان وکړو چې کوم کسان پرونی جنګ کښې شریک وو هغوی دې ټول راجمع شی چې دَ دښمن تعاقب وکړو۔ مسلمانان مجاهدین سره دَ دې چې اکثر زخمیان وو راجمع شو ، پهٔ مشرکانو پسې ووتل۔ دَ ښار نه بهر اتهٔ(۸) میله لرې چې یو پړاؤ حمراء الاسد ته ورسېدل نو خبر ورته راغلو چې ابو سفیان چې دَ اسلامی لښکر دَ تعاقب خبر واؤرېدو نو داسې هیبت پرې راغلو چې دَ حملې خبرې پهٔ ځائې پاتې شوې اؤ پهٔ مخه روان شو۔ شا ته ېٔ بیا نهٔ دی کتلی۔ دَ مکّې معظّمې نه یوه قافله دَ عبد القیس قبیلې مدینې منورې ته راتله۔ ابوسفیان دَ هغې ځنې کسانو ته څهٔ پیسې ورکړې چې تاسو مدینه کښې داسې خبرې خورې کړیٔ چې دَ مکّې معظّمې خلق دَ لوئی جنګ تیارے کوی اؤ پهٔ مدینه حملې کؤلو ته راروان دی چې مسلمانانو باندې هیبت راشی اؤ زړونه ېٔ کمزورې شی۔ دَ دې خبرو پهٔ اورېدو مسلمانانو کښې دَ هیبت پهٔ ځائې دَ ایمان ، جوش اؤ دَ جهاد جذبه نوره هم راپورته شوه اؤ هغه خلقو ته ېٔ ووېٔ۔ حَسۡبُنَااللہُ وَ نِعۡمَ الۡوَکِیۡل دَ ټولې دنیا پهٔ مقابله کښې مونږ ته یو الله کافی دے اؤ هغه بهترین کارساز دے۔ پهٔ دې باندې دا آیتونه نازل شو۔
ځنو مفسرینو لیکلی دی چې دَ اُحد دَ جنګ ختمېدو نه پس ابوسفیان دَ مشرکانو سرلښکر اعلان کړے وهٔ چې بل کال ته به بیا دَ بدر پهٔ میدان مقابله وی۔ حضور اکرمﷺ دا چیلنج منظور کړو۔ بل کال ته پهٔ هغه وخت حضور اکرمﷺ خلقو ته حکم ورکړو چې جهاد ته تیار شیٔ اؤ کهٔ هېڅوک نهٔ تیاریږی هم دَ الله رسولﷺ به یوازې دَ دښمن مقابلې ته ووځی خو خپله وعده به پوره کوی۔ هلته نه ابوسفیان دَ خپل لښکر سره دَ مکّې معظّمې نه راروان شو چې څهٔ لږ مزل ېٔ وکړو نو الله تعالیٰ ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ مسلمانانو هیبت کښېنؤلو۔ دَ واپس کېدو نیت ېٔ وکړو ، پهٔ دې بهانه چې سخته قحط سالی ده دَ لښکر راشن پوره کؤل ګران دی۔ بیا ېٔ څو کسه مدینې منورې ته واستؤل چې هلته دا مشهوره کړی چې مشرکانو دَ جنګ زبردسته تیاری کړے ده اؤ ډېر غټ فوج بدر ته راروان دے۔ چې پهٔ مسلمانانو هیبت پرېوځی اؤ میدان ته رانهٔ شی۔ نو دَ جنګ نهٔ کؤلو ملامته به پهٔ هغوی راشی۔ خو پهٔ دې خبرو مسلمانانو ته نور هم جوش ورغلو۔ هغوی ووېٔ یوازې الله زمونږ مدد ته کافی دے۔ هسې به لا سست سست کېدل خو چې دَ کافرو دَ تیاریٔ ېٔ واورېدل ، نو ډېر پهٔ جوش سره ېٔ تیارے وکړو اؤ دَ بدر میدان ته لاړل۔ درے(۳) ورځې هلته دېره وو۔ دلته لویه میله لګی پهٔ میله کښې ېٔ ښهٔ دَ تجارت کاروبار وکړو۔ اؤ چې دَ کافرو څهٔ خبر رانهٔ غلو نو واپس شو۔ پهٔ تجارت کښې ورته کافی نفع پهٔ لاس راغله۔ دې ته غزوهٔ بدر صغریٰ وئیلے شی۔ مشرکانو دَ دې لښکر نوم جیش السویق یٔښې وهٔ۔ یعنی دَ ستوانو لښکر۔ چې جنګ منګ خو ونهٔ شو۔ سپاهیانو ستوان وخوړل اؤ راواپس شو۔ ګویا ستوانو خوړو پسې لاړ وو۔ کوم مسلمانان چې دې جهاد ته وتی وهٔ پهٔ دې آیتونو کښې دَ هغوی متعلق دا خوشخبری ده چې جنګِ اُحد کښې دَ زخم خوړو نه پس هم کوم کسان دَ الله اؤ رسولﷺ پهٔ بلنه بیا جهاد ته تیار شو نو دَ هغوی دپاره ډېر لوئی اجرونه دی۔ لِلَّذِیۡنَ اَحۡسَنُوۡا مِنۡہُمۡ وَاتَّقَوۡا جمله معترضه پهٔ مینځ کښې دَ هغوی دَ تعریف اؤ دَ شان څرګندؤلو دپاره راغلے ده۔ ګنی هغه ټول نېکان وو۔
فَانْقَلَبُوْا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ فَضْلٍ لَّمْ یَمْسَسْهُمْ سُوْٓءٌ١ۙ وَّ اتَّبَعُوْا رِضْوَانَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَظِیْمٍ۝۱۷۴
بیا راواپس شول مسلمانان دَ الله پهٔ فضل اؤ احسان سره ، ونهٔ رسېدو ورته هېڅ تکلیف ، اؤ تابع شول دَ الله تعالیٰ دَ رضا ، اؤ دَ الله تعالیٰ فضل ډېر لوئے دے۔ ف۲۵۴
ف۲۵۴: یعنی دَ الله تعالیٰ دې فضل ته ګوریٔ چې څهٔ جنګ جګړه ونهٔ شوه اؤ نهٔ ورته څهٔ تکلیف ورسېدو بلکې تجارت کښې ېٔ ښهٔ منافع وکړه۔ پهٔ دښمن ېٔ رعب اؤ هیبت هم کښېناستو اؤ بې حسابه اجرونه ېٔ هم وګټل۔ پهٔ خندا خوشحالیٔ کور ته راواپس شو۔ دَ بدر صغریٰ پهٔ شان دَ حمراء الاسد جهاد کښې هم غالبًا پهٔ آیت کښې مِنۡ فِضۡلٍ ټکی کښې دې طرف ته اشاره ده۔
اِنَّمَا ذٰلِكُمُ الشَّیْطٰنُ یُخَوِّفُ اَوْلِیَآءَهٗ١۪ فَلَا تَخَافُوْهُمْ وَ خَافُوْنِ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۱۷۵
دا چې دے دا شیطان دے چې ویروی خپل دوستان ، نو تاسو دَ دوی نه مهٔ ویرېږیٔ اؤ زما نه ویرېږیٔ کهٔ تاسو ایماندار ویٔ۔ ف۲۵۵
ف۲۵۵: یعنی څوک چې له هغه طرف نه راځی اؤ ویروونکے خبرې خوروی هغه شیطان دے یا دَ شیطان پهٔ اغواء سره داسې کوی چې له دې نه دَ هغهٔ مقصد دا دے چې دَ خپلو لویو ملګریو اؤ دَ نورو خپلوانو خوف اؤ ویره پهٔ تاسو باندې واچوی نو کهٔ تاسو مؤمنان ییٔ (اؤ هرو مرو ایمان لرونکی هم ییٔ لکه چې دَ هغې ثبوت تاسو عملًا ښودلے دے) نو دَ دې شیطانانو نه بیخی مهٔ ویرېږیٔ اؤ له ما نه ویرېږیٔ
ؔ ہر کہ تر سید از حق و تقوٰی گزید تر سد از وے جن و انس و ہر کہ دید
وَ لَا یَحْزُنْكَ الَّذِیْنَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْكُفْرِ١ۚ اِنَّهُمْ لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا١ؕ یُرِیْدُ اللّٰهُ اَلَّا یَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِی الْاٰخِرَةِ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۝۱۷۶
اؤ تا دې نهٔ غمژن کوی هغه کسان چې منډې وهی کفر طرف ته ، دوی الله ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ، الله غواړی چې دوی ته فائده ورنهٔ کړی پهٔ آخرت کښې ، اؤ دَ دوی دپاره غټ عذاب دے۔ ف۲۵۶
ف۲۵۶: یعنی دَ شیطان پهٔ دیکو باندې مسلمانان نهٔ ویریږی البته منافقان چې دا خبرې واؤری نو دَ کفر طرف ته منډې وهی خو تهٔ دَ دوی پهٔ دې کارونو غمژن کېږه مه۔ دوی دَ الله دین اؤ دَ الله رسولﷺ ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے خپلو ځانونو ته نقصان رسوی۔ الله تعالیٰ به دوی دَ حقیقی کامیابیٔ اؤ اصلی فائدو نه محروم کړی اؤ سخته سزا به ورکړی۔ کوم خلق چې دغسې کج رو وی دَ الله تعالیٰ دَ هغوی سره هم دغه طریقه ده۔ نو تهٔ دَ دوی څهٔ فکر مهٔ کوه۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الْكُفْرَ بِالْاِیْمَانِ لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۷۷
چا چې واخستو کفر دَ ایمان پهٔ بدل کښې ، هغوی الله ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ، اؤ دَ هغوی دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۲۵۷
ف۲۵۷: کومو خلقو چې فطری دین (اسلام) پریٔښې دے اؤ دَ هغې پهٔ بدل کښې ېٔ کفر اختیار کړے دے ، هغه یهودیان دی کهٔ عیسایان ، کهٔ مشرکان ، کهٔ منافقان کهٔ بله ډله دا ټول کهٔ راجمع شی هم الله تعالیٰ ته څهٔ نقصان نهٔ شی رسؤلے البته ځان ته مصیبت جوړوی چې سخت عذاب کښې به مبتلا وی۔
وَ لَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ خَیْرٌ لِّاَنْفُسِهِمْ١ؕ اِنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ لِیَزْدَادُوْۤا اِثْمًا١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ۝۱۷۸
اؤ ګمان دې نهٔ کوی هغه کسان چې کافران شوی دی چې مونږ دوی ته کوم مهلت ورکؤو چې دا دَ دوی پهٔ حق کښې بهتر دے ، مونږ خو دوی ته مهلت دې دپاره ورکؤو چې دوی پهٔ ګناه کښې نوره هم ترقی وکړی ، اؤ دوی دپاره ذلیل کؤنکے عذاب دے، ف۲۵۸
ف۲۵۸: ممکنه ده چې کافران دَ خپلې دنیاوی خوشحالیٔ اؤ مال و دولت پهٔ فراخیٔ دا ګمان وکړی چې کهٔ مونږ دَ الله تعالیٰ خوښ نهٔ وې نو دومره فراخی به ېٔ ولې راکؤله اؤ داسې خوشحاله اؤ پهٔ آرام به ېٔ ولې ساتلو نو تهٔ خبر شه چې دې مهلت کښې دَ دوی دپاره څهٔ خیر نشته۔ دَ دې پهٔ وجه خو دوی نور هم پهٔ خپلو ګمراهیو کښې غرقیږی اؤ دَ ګناهونو پېټے ېٔ نور هم درنیږی۔ دوی دې دا خیال نهٔ کوی چې مونږ عزتمند اؤ درانهٔ یو۔ دَ دوی دپاره ذلیل کؤنکے عذاب تیار دے۔ اوس دې دوی خپله سوچ وکړی چې دا لږې ورځې خوشحالی زیاته ده اؤ کهٔ هغه تل عمر دردناک عذاب سخت دے۔
مَا كَانَ اللّٰهُ لِیَذَرَ الْمُؤْمِنِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ حَتّٰی یَمِیْزَ الْخَبِیْثَ مِنَ الطَّیِّبِ١ؕ وَ مَا كَانَ اللّٰهُ لِیُطْلِعَكُمْ عَلَی الْغَیْبِ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ یَجْتَبِیْ مِنْ رُّسُلِهٖ مَنْ یَّشَآءُ١۪ فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رُسُلِهٖ١ۚ وَ اِنْ تُؤْمِنُوْا وَ تَتَّقُوْا فَلَكُمْ اَجْرٌ عَظِیْمٌ۝۱۷۹
الله هغه نهٔ دے چې پرې به ږدی مسلمانان پهٔ دې حالت کښې پهٔ کوم کښې چې تاسو ییٔ۔ تر څو چې جدا نهٔ کړی ناپاک دَ پاکو نه اؤ الله تعالیٰ تاسو ته دَ غېبو خبر درکؤنکے نهٔ دے ، لېکن الله چوڼ کوی پهٔ خپلو رسولانو کښې څوک چې ېٔ خوښ دی، ف۲۵۹ نو تاسو یقین وکړیٔ پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسولانو ، اؤ کهٔ تاسو پهٔ یقین اؤ پرهېزګاریٔ ټینګ پاتی شویٔ نو ستاسو دپاره غټ اجر دے۔ ف۲۶۰
ف۲۵۹: یعنی څنګه چې دَ دنیا خوشحالی اؤ آرام دَ مقبولیت علامه نهٔ ده دغسې کهٔ دَ مسلمانانو څهٔ مصیبت اؤ دَ دنیا سخته راشی (لکه جنګِ اُحد کښې چې مصیبت راغلے وهٔ) نو دا دَ الله تعالیٰ دَ ناراضه کېدو علامه نهٔ ده۔ بلکې الله تعالیٰ دا نهٔ غوښته چې مسلمانان اؤ منافقان دې دغسې ګډوډ وسی څنګه چې تر اوسه وو چې ځنې کافرانو منافقانو به پهٔ خلهٔ کلمه وئیله اؤ دَ مسلمانانو پهٔ ډله کښې به ناست وو ، ظاهری حالت ېٔ داسې وهٔ چې چا ورباندې اعتراض نهٔ شو کؤلے ، نو ضروری شوه چې داسې حالات پیدا کړې شی چې کره کوټه پکښې معلوم شی اؤ پاک ناپاک پکښې بیل بیل شی۔ بېشکه الله تعالیٰ ته دا ګرانه نهٔ وه چې مسلمانانو باندې سختے راوستو نه بغېر ېٔ دَ ټولو منافقانو دَ نومونو اؤ کارونو نه مسلمانان خبر کړے وې۔ خو دَ مصلحت اؤ حکمت تقاضه دا نهٔ وه چې عامو خلقو ته دغسې دَ غېبو خبرې وښیٔلی شی۔ البته الله تعالیٰ خپلو رسولانو ته دَ غېبو خبرونه ورکوی هغه هم څومره قدر چې دَ الله خوښه وی۔ خلاصه دا ده چې عامو خلقو ته بغېر دَ ظاهری سبب نه دَ غېبو خبر ورکؤل دَ حکمت تقاضه نهٔ ده صرف رسولانو ته داسې خبرونه ورکؤلے شی۔
ف۲۶۰: یعنی پېغمبرانو سره چې دَ الله تعالیٰ کومه خاص طریقه ده اؤ دَ کره کوټه څرګندؤلو دپاره چې ېٔ کومه عامه طریقه ده پهٔ دې کښې تاسو ته ډېرې ګوتې وهل نهٔ دی پکار۔ ستاسو کار خو دغه هومره دے چې دَ الله اؤ رسولﷺ پهٔ خبرو یقین وکړیٔ اؤ تقوٰی اؤ پرهیزګاریٔ باندې قائم وسیٔ۔ کهٔ دغه مو وکړل نو بس ګټه مو وکړه۔
وَ لَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ هُوَ خَیْرًا لَّهُمْ١ؕ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ١ؕ سَیُطَوَّقُوْنَ مَا بَخِلُوْا بِهٖ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ وَ لِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۠۝۱۸۰
اؤ ګمان دې نهٔ کوی هغه کسان چې شومتیا کوی پهٔ هغه څیز باندې کوم چې الله پهٔ خپل فضل دوی ته ورکړے دے چې دا شومتیا دَ دوی دپاره ښهٔ ده۔ بلکې دا شومتیا دَ دوی دپاره بده ده ، پړے به اچؤلے شی دَ قیامت پهٔ ورځ دَ دوی پهٔ غاړه کښې دَ هغه مال چې شومتیا کؤله دوی پهٔ هغې کښې ، ف۲۶۱ اؤ الله وارث دے دَ اسمانونو ف۲۶۲ اؤ زمکې اؤ الله ستاسو پهٔ ټولو کارونو خبردار دے۔ ف۲۶۳
ف۲۶۱: دَ دې سورت وړومبنیٔ حصه دَ یهودیانو اؤ عیسایانو متعلق وه۔ پهٔ مینځ کښې دَ مناسبت اؤ تعلق پهٔ وجه دَ اُحد دَ جنګِ اُحد خبره راغله اوس بیا دَ اهلِ کتابو ناکاروالے بیانیږی۔ پهٔ اهلِ کتابو کښې دَ یهودو نه مسلمانانو ته ډېر نقصان رسېدو۔ منافقان هم اکثر پهٔ یهودو کښې وو۔ مخکښې آیت کښې وئیلی شوی وو چې الله تعالیٰ اوس کره اؤ کوټه جدا کوی۔ دا جدائی څنګه چې دَ سر پهٔ قربانیٔ (بدنی جهاد) کښې څرګنده شوه دغسې اوس پهٔ مالی قربانیٔ (مالی جهاد) کښې هم څرګندیږی۔ نو دا ېٔ څرګنده کړه چې منافقان څنګه چې دَ بدنی جهاد نه ځان بچ کوی دغسې دَ جهاد دَ تیاریٔ دپاره مال خرڅ کؤلو نه هم ځان ساتی نو څنګه چې هغه څو ورځې مهلت حاصلول دَ هغوی پهٔ حق کښې ښهٔ نهٔ وهٔ دغسې پهٔ بخل اؤ حرص سره مال جمع کؤل هم دَ دوی پهٔ حق کښې ښهٔ نهٔ دی کهٔ دنیا کښې ورباندې څهٔ مصیبت رانهٔ شی هم دَ قیامت پهٔ ورځ دغه جمع کړے مال به ورته دَ عذاب پهٔ شکل کښې پهٔ غاړه کښې پروت وی۔ اؤ سخت پهٔ مصیبت به اخته وی۔ پهٔ دې کښې مسلمانانو ته هم خبردارے ورکړے شو چې څوک زکٰوة نهٔ ورکوی اؤ جهاد کښې دَ مال خرڅ کؤلو نه ځان ساتی۔ دَ مال پهٔ حرص اؤ بُخل کښې دَ یهودو پهٔ قدم روان وی هغه دې هم عذاب ته ځان تیار کړی۔ پهٔ احادیثو کښې راځی چې څوک دَ مال زکٰوة نهٔ ورکوی دَ قیامت پهٔ ورځ به دغه مال دَ یو اژدها پهٔ شکل کښې دَ هغهٔ پهٔ غاړه کښې پروت وی اؤ پهٔ مزغو به ورته چکونه لګوی۔ نغوذ بالله من ذٰلك۔ الله دې مونږ ټول دَ دې سختیٔ نه وساتی۔
ف۲۶۲: یعنی آخر به تاسو مریٔ اؤ دا مال به هغه چا ته ځی څوک چې ېٔ حقیقی مالک دے۔ خو کهٔ پهٔ خپل اختیار ېٔ دَ هغهٔ پهٔ لار کښې ولګویٔ نو اجرونه به واخلیٔ۔
ف۲۶۳: یعنی بُخل یا سخاوت هر څهٔ چې کویٔ الله تعالیٰ ستاسو پهٔ نیتونو خبر دے هم هغه شان بدله به درکوی۔
لَقَدْ سَمِعَ اللّٰهُ قَوْلَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ فَقِیْرٌ وَّ نَحْنُ اَغْنِیَآءُ١ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوْا وَ قَتْلَهُمُ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ١ۙ وَّ نَقُوْلُ ذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ۝۱۸۱
بېشکه الله واؤرېدې خبرې دَ هغه چا چې وېٔ وئیل الله محتاج دے اؤ مونږ مالدار یو، ف۲۶۴ اوس به مونږ لیکلی وساتو څهٔ چې دوی وائی اؤ کوم خون چې کړے دے دوی دَ نبیانو پهٔ ناحقه اؤ ورته به ووایو وڅکیٔ دَ بل اور عذاب ف۲۶۵
ف۲۶۴: یعنی یهود یوازې دا نه چې پهٔ مال لګؤلو کښې بُخل کوی بلکې هغوی چې کله دَ الله پهٔ لار کښې دَ مال خرڅ کؤلو خبره واؤری نو خندا کوی اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ حق کښې بې ادبه الفاظ استعمالوی۔ کله چې دا آیت نازل شو۔ مَنۡ ذَا الَّذِیۡ یُقۡرِضُ اللہَ قَرۡضًا حَسَنًا نو هغوی به وې الله محتاج دے اؤ مونږ مالدار یو نو الله زمونږ نه قرض غواړی۔ دا دَ کم عقل بچې دومره هم نهٔ پوهېدل چې دَ نیکیٔ پهٔ کارونو کښې مال لګؤلو ته الله تعالیٰ دَ خپل رحم اؤ بندګانو باندې دَ مهربانیٔ پهٔ وجه وئیلې دے۔ ګنی پهٔ حقیقت کښې خو دَ هر څهٔ مالک الله تعالیٰ دے۔ دغه مال هم هغهٔ بندګانو ته ورکړے دے۔ اؤ هم زمونږ دَ خیر اؤ دنیاوی اؤ اُخروی فائدې دپاره مونږ ته پهٔ نیکو کارونو کښې دَ خرڅ کؤلو ترغیب راکوی۔ دا هم دَ الله تعالیٰ لوئے احسان دے ، چې هم دَ هغهٔ مال چې مونږ دَ هغهٔ پهٔ وینا خرڅ کړو نو پهٔ دې راته بې حسابه اجرونه اؤ دَ آخرت نعمتونه راکوی۔ اؤ دا اجر هغهٔ پهٔ خپله پهٔ ځان لازم کړے دے۔ دَ دغې اجر دَ خبرې دَ پخوالی اؤ دَ بنده پهٔ ذهن کښې کښېنؤلو دپاره دَ دې نه پهٔ قرض سره تعبیر کړے دے ، ګنې هم دَ هغهٔ مال دَ هغهٔ پهٔ لار کښې دَ خپلې فائدې دپاره خرڅ کؤل هغهٔ ته قرض ورکؤل څنګه شو؟ نو یهودیانو ظالمانو دَ احسان منلو پهٔ ځاېٔ پهٔ دې الفاظو پورې خندا شروع کړه۔ الله تعالیٰ فرمائی چې الله ستاسو دا خبرې اؤری اؤ پهٔ دې چې به ستاسو دپاره کومې سزاګانې درکؤلے شی دَ هغې انتظار وکړیٔ۔ چې سترګې مو پټې شی نو خبر به شیٔ۔
ف۲۶۵: یعنی څنګه چې دَ بنیادم ټول اعمال اؤ خبرې پهٔ نامه اعمال کښې لیکلے شی اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به ورسره دَ هغې حساب کیږی۔ دغه شان ستاسو دا ناروا خبرې هم لیکلے شی اؤ څنګه چې ستاسو پهٔ عملنامو کښې نور غټ غټ ګناهونه وی لکه دَ بنیادمو ناحقه قتلؤل وغېره دَ هغه جرمونو سره یو دا جرم هم زیاتی شو۔ دَ دې ټولو خبرو بدله به ترېنه یوه ورځ اخستې شی۔ پهٔ هغه ورځ به ورته ووئیلی شی چې واخلیٔ اوس دَ خپل عمل مزه وڅکیٔ ، څنګه مو دَ الله دوستانو ته تکلیفونه ورکؤل اؤ څنګه مو دَ الله پهٔ احکامو پورې خندا کؤله۔ اوس دَ دوزخ پهٔ اور کښې سوزیٔ دغه ستاسو دَ عمل بدله ده۔ دا اور تاسو دَ خپله لاسه ځان ته بل کړے دے۔ الله تعالیٰ پهٔ چا ظلم نهٔ کوی۔
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْكُمْ وَ اَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِۚ۝۱۸۲
دا دَ هغه کارونو بدل دے کوم چې تاسو پهٔ خپلو لاسونو مخکښې راستؤلی دی ، اؤ الله تعالیٰ ظلم نهٔ کوی پهٔ بندیانو۔ ف۲۶۶
ف۲۶۶: یعنی څهٔ عمل چې تاسو کړے وهٔ ، دا هم دَ هغې بدل دے۔ الله تعالیٰ پهٔ چا باندې دَ یو ذرې برابر هم ظلم نهٔ کوی۔
اِنَّ اللہَ لَا یَظۡلِمُ مِثۡقَالَ ذَرَّۃٍ (سوره النساء رکوع ۶) اؤ کهٔ بفرض محال ظلم دَ الله تعالیٰ صفت وې نو هغه به هم لکه دَ نورو صفتونو بیا کامل وهٔ نو کهٔ بالفرض الله تعالیٰ ظالم فرض کړې شی نو بیا ظالم نه ظَلَّامُ به ورته وئیلی شی چې دَ مبالغې صیغه ده ځکه چې دَ هغهٔ هر صفت کامل دے۔ دلته دَ مبالغې صیغه ظَلَّامُ ځکه راؤړې شوے ده چې الله تعالیٰ ته دَ یوې ذرې ظلم نسبت کؤل هم داسې دی لکه انتهائی ظالم چې ورته ووئیلی شی (ځکه چې دَ الله تعالیٰ یوه ذره ظلم به هم دَ غرونو نه غټ وی لکه یوه قطره رحمت چې ېٔ دَ سمندرونو نه زیات دے)
اَلَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ عَهِدَ اِلَیْنَاۤ اَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُوْلٍ حَتّٰی یَاْتِیَنَا بِقُرْبَانٍ تَاْكُلُهُ النَّارُ١ؕ قُلْ قَدْ جَآءَكُمْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِیْ بِالْبَیِّنٰتِ وَ بِالَّذِیْ قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوْهُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۱۸۳
کوم خلق چې وائی چې الله مونږ ته وئیلی دی چې یقین ونهٔ کړو پهٔ یو رسول هم تر څو چې رانهٔ وړی مونږ ته داسې قربانی چې اور ېٔ وخوری، ف۲۶۷ تهٔ ورته ووایه راغلی دی تاسو ته ډېر رسولان زما نه مخکښې څرګندو نخښو سره ، اؤ څهٔ چې تاسو واییٔ دې سره هم نو بیا ولې تاسو هغه رسولان قتل کؤل که تاسو رښتونی ییٔ۔ ف۲۶۸
ف۲۶۷: ځنې رسولانو نه دا معجزه څرګنده شوے وه چې قربانی یا څهٔ بل شے چې به ېٔ دَ الله پهٔ نوم نذر کړو نو دَ آسمان نه به اور راغلو هغه شے به ېٔ ایرې کړو۔ دا دَ هغه نذر دَ قبلېدو علامه وه۔ پهٔ بائبل کښې دَ حضرت سلیمانؑ متعلق یو داسې واقعه لیکلے ده۔ اوس یهودیانو دا بهانه نیولے وه چې مونږ ته دا حکم دے چې کوم رسول داسې معجزه څرګنده نهٔ کړی پهٔ هغهٔ ایمان مهٔ راؤړیٔ۔ پهٔ اصل کښې دا هسې بهانه ده ګنی دَ هغوی پهٔ کتاب کښې دا حکم هېچرته هم نشته اؤ نهٔ دَ ټولو رسولانو نه داسې معجزه څرګنده شوے وه۔ هر نبی ته الله تعالیٰ دَ هغهٔ دَ حالاتو مناسب معجزې ورکړی دی۔ دا ضروری نهٔ ده چې ټول رسولان دې یو شان معجزې څرګندې کړی۔
ف۲۶۸: یعنی کهٔ واقعی تاسو پهٔ دې وعده کښې رښتونی ییٔ چې څوک داسې معجزه واښائی نو تاسو به پرې ایمان راؤړیٔ ، نو ستاسو مشرانو بیا داسې پېغمبران ولې قتل کؤل چې هغوی دَ نورو معجزو سره دا معجزه هم ښیٔلے وه۔ تاسو هم دَ هغه خپلو مشرانو پهٔ قدم روان ییٔ۔ دا هسې حیلې اؤ بهانې دی اؤ دَ ایمان نهٔ راؤړو دپاره هسې ضد نیؤل دی۔
فَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ جَآءُوْ بِالْبَیِّنٰتِ وَ الزُّبُرِ وَ الْكِتٰبِ الْمُنِیْرِ۝۱۸۴
بیا کهٔ دوی تا ته دروغژن وائی نو دروغژن ګڼلی شوی دی ډېر رسولان دَ ستا نه مخکښې چې راؤړے ېٔ وې هغوی ته ښکاره نخښې اؤ صحیفې اؤ روښانه کتاب ف۲۶۹
ف۲۶۹: پهٔ دې آیتونو کښې حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکړې شوے ده چې دَ دې ملعونانو پهٔ ضد اؤ کج بحثۍ خفه کېږه مهٔ۔ کهٔ نن دوی تا ته دروغژن وائی نو ستا نه مخکښې هم ډېرو رسولانو ته چې دَ څرګندو معجزو خاوندان وو ، آسمانی کتابونه پرې نازل شوی وو دغسې شېطانانو دروغژن وئیلی دی۔ دا خو پخوا راسې دَ حق اؤ باطل جګړې دغسې راځی۔
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ١ؕ وَ اِنَّمَا تُوَفَّوْنَ اُجُوْرَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَ اُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ١ؕ وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ۝۱۸۵
هر نفس څکؤنکے دے مرګ ، اؤ تاسو ته به پوره پوره بدلې درکېدے شی دَ قیامت پهٔ ورځ ف۲۷۰ نو څوک چې لرې کړې شو دَ دوزخ نه اؤ داخل کړې شو جنت کښې ، نو دَ هغهٔ کار خو وشو ، اؤ دَ دنیا ژوند خو یو دَ دهوکې سامان دے۔ ف۲۷۱
ف۲۷۰: یعنی مرګ پهٔ هر بنیادم راتلونکے دے بیا به دَ قیامت پهٔ ورځ خبره صفا کیږی اؤ رښتونے اؤ دروغژن به معلومیږی اؤ هر چا ته به دَ خپل عمل پوره پوره بدله پهٔ دغه ورځ ورکېدے شی۔
(اؤ کېدے شی لږه لږه بدله پهٔ دنیا کښې یا پهٔ قبر کښې هم ورکړې شی)
ف۲۷۱: یعنی دَ دنیا عارضی خوشحالی اؤ ظاهری ډول ډال بنده ته دوکه ورکوی پهٔ دې کښې مشغول شی اؤ دَ آخرت تیارې ترېنه پاتې شی ، حالانکې اصل کامیابی دا ده چې بنیادم پهٔ دې څو ورځې ژوند کښې دَ آخرت فکر وکړی۔ اؤ داسې کارونه وکړی چې انجام ېٔ ښهٔ شی، دَ عذاب نه بچ شی اؤ جنت ته لاړ شی۔
تنبیه: پهٔ دې آیت کښې دَ ځنې هغه صوفیانو تردید هم وشو څوک چې وائی نهٔ جنت غواړو اؤ نهٔ دوزخ ، نهٔ ویریږو خو بس دَ الله دَ حکم تعمیل کؤو اؤ دَ هغهٔ پهٔ رضا به چلیږو۔ دغه زمونږ کار دے۔ بیا مو هغه جنت ته استوی اؤ کهٔ دوزخ ته ، زمونږ سره دَ دې څهٔ فکر نشته۔ دَ دې آیت نه معلومیږی چې اصلی کامیابی دغه ده چې بنده دَ عذاب نه بچ شی اؤ جنت ته لاړ شی۔ اؤ بنده ته هم دَ دې تمنّا پکار ده ولې چې دَ جنت نه بغېر اعلٰی کامیابی نهٔ شی حاصلېدې۔ الله تعالیٰ دې زمونږ دَ ټولو دا کامیابی نصیب کړی۔ آمین
لَتُبْلَوُنَّ فِیْۤ اَمْوَالِكُمْ وَ اَنْفُسِكُمْ١۫ وَ لَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَ مِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا اَذًی كَثِیْرًا١ؕ وَ اِنْ تَصْبِرُوْا وَ تَتَّقُوْا فَاِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ۝۱۸۶
ضرور به پهٔ تاسو ازمیښت کیږی پهٔ مالونو کښې اؤ پهٔ سرونو کښې اؤ ضرور به تاسو اوریٔ دَ اهلِ کتابو نه ستاسو نه مخکښې اؤ دَ مشرکانو نه ناکاره وینا ډېره اؤ کهٔ تاسو صبر کویٔ اؤ پرهېزګاری کویٔ نو دا ډېر دَ همّت کارونه دی۔ ف۲۷۲
ف۲۷۲: دې آیت کښې مسلمانانو ته خطاب دے چې مخکښې به پهٔ تاسو نور تکلیفونه هم راځی۔ دَ سر اؤ مال قربانیٔ به ورکویٔ۔ اؤ دَ دې نه علاوه به دَ اهلِ کتابو اؤ مشرکانو نه ډېرې دَ تکلیف خبرې ، پېغورونه اؤ طعنې هم اوریٔ۔ دَ دې ټولو علاج صبر اؤ دَ الله ویره ده۔ کهٔ تاسو پهٔ صبر ، استقلال اؤ پرهېزګاریٔ سره دَ دې ټولو ازمیښتونو مقابله وکړه نو دا ډېر دَ بهادریٔ کار دے۔
تنبیه: دَ بخاری شریف دَ یو حدیث نه معلومیږی چې دا آیتونه دَ جنګِ بدر نه مخکښې نازل شوی دی۔ تر دې وخت پورې دَ جهاد حکم نهٔ وهٔ نازل شوے۔ دَ دې نه پس بیا نازل شو۔ بیا هم دَ صبر اؤ تقوٰی حکم دَ جهاد نه پس هم باقی دے۔ البته دَ صبر کؤلو اؤ دَ سختیٔ سره مقابلې کؤلو وخت اؤ موقع پېژندل ضروری دی۔ دا آیت دلته دې دپاره ایښے شوے دے چې تاسو جنګِ اُحد کښې پهٔ تکلیف رسېدو اؤ دَ منافقانو پهٔ خبرو دومره ډېر مهٔ خفه کېږیٔ۔ لا خو تاسو ته ډېر تکلیفونه اؤ ډېرې خبرې پهٔ سر پرتې دی۔ پهٔ صبر اؤ استقلال سره دَ دې خبرو مقابلې ته تیار شیٔ۔ دَ دنیا پهٔ عیش اؤ آرام کښې دَ دې نه مهٔ غافل کېږیٔ۔ چې الله به ستاسو ازمیښت کوی۔ دَ سر اؤ مال تکلیفونه به درباندې راځی۔
وَ اِذْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ لَتُبَیِّنُنَّهٗ لِلنَّاسِ وَ لَا تَكْتُمُوْنَهٗ١٘ فَنَبَذُوْهُ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ وَ اشْتَرَوْا بِهٖ ثَمَنًا قَلِیْلًا١ؕ فَبِئْسَ مَا یَشْتَرُوْنَ۝۱۸۷
اؤ کله چې واخسته الله تعالیٰ وعده دَ اهلِ کتابو نه چې تاسو به دا احکام خلقو ته بیانویٔ اؤ نهٔ به ېٔ پټویٔ نو دوی دا وعده شا ته وغورځؤله اؤ واېٔ خستو دَ دې پهٔ بدل کښې څهٔ لږ قیمت ، نو څومره ناکاره دے هغه شے چې دوی ېٔ اخلی ف۲۷۳
ف۲۷۳: یعنی دَ اهلِ کتابو دَ عالمانو نه دا وعده اخستې شوے وه چې تاسو به دَ کتاب الله احکام خلقو ته صفا صفا بیانویٔ اؤ څهٔ خبره به ورکښې پټویٔ نه۔ نهٔ به دَ کتاب الله پهٔ الفاظو کښې ګړبړ کویٔ اؤ نهٔ به پهٔ معنٰی کښې۔ لېکن هغوی دَ دې وعدې یو ذرّه پرواه ونهٔ ساتله۔ دا وعده ېٔ شاته وغورځؤله اؤ دَ دنیا دَ معمولی نفعې پهٔ خاطر ېٔ پهٔ کتاب الله کښې تحریف وکړو (الفاظ ېٔ هم پکښې بدل کړل اؤ معنې ګانې ېٔ هم غلطې وښیٔلے) اؤ دَ رسول اکرمﷺ متعلق چې کومې خوشخبریٔ اؤ دَ هغهٔ دَ پېژندګلو نښانې وې هغه ېٔ دَ عامو خلقو نه پټې کړې۔ نو څنګه چې ېٔ پهٔ مال لګؤلو کښې بخل کؤلو دغسې ېٔ پهٔ علم ښیٔلو کښې هم بخل وکړو۔ پهٔ دې آیتونو کښې مسلمانانو عالمانو ته هم خبردارے دے چې تاسو چرته دَ دنیا پهٔ محبت کښې داسې کار ونهٔ کړیٔ۔
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اَتَوْا وَّ یُحِبُّوْنَ اَنْ یُّحْمَدُوْا بِمَا لَمْ یَفْعَلُوْا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۸۸
تهٔ ګمان مهٔ کوه چې هغو کسانو چې خوشحالیږی پهٔ خپلو کړیو کارونو اؤ تعریف غواړی پهٔ نهٔ کړی کارونو ګمان مهٔ کوه چې دوی دَ عذاب نه خلاص شو اؤ دوی دپاره دردناک عذاب دے ف۲۷۴
ف۲۷۴: یهودی عالمانو به عوامو ته غلطې خبرې ښیٔلے۔ رشوت به ېٔ اخستو اؤ دَ پېغمبر آخر الزمان متعلق خوشخبریٔ اؤ دَ هغهٔ دَ پېژندګلو علامې کومې چې تورات کښې ښیٔلې شوے وې هغه به ېٔ پټؤلې۔ اؤ پهٔ دې به خوشحالېدل چې زمونږ دَ چالاکۍ نه څوک خبر نهٔ دی۔ اؤ پهٔ دې طمع کښې به وو چې خلق زمونږ دَ علم اؤ دینداریٔ صفتونه کوی۔ بل طرف ته دَ منافقانو هم دغسې حال وهٔ چې پهٔ مسلمانانو به دَ سختیٔ (جهاد) وخت راغلو نو دوی به کور کښېناستل اؤ پهٔ دې به خوشحالېدل چې مونږ ډېر هوښیار یو ، څنګه مو دَ تکلیف نه ځان بچ کړو۔ اؤ چې مسلمانان به دَ جهاد نه واپس شول نو دَ خپلو پاتې کېدو دپاره به ېٔ دَ دروغو بهانې جوړؤلې اؤ دا طمع به ېٔ کؤله چې خلق دې زمونږ دَ هوښیارتیا صفتونه وکړی۔ دې ټولو خلقو ته دې آیت کښې څرګنده کړې شوے ده چې پهٔ دې کارونو خوشحالی مهٔ کویٔ ، دې باندې تاسو دَ الله تعالیٰ دَ عذاب نه بچ کېدے نهٔ شیٔ۔ اول خو داسې خلق پهٔ دنیا کښې شرمیږی اؤ سزا ورکېدے شی۔ کهٔ دنیا کښې نهٔ وی نو دَ آخرت دَ عذاب نه خو ېٔ هرګز خلاصے نشته۔
تنبیه: دې آیت کښې ذکر خو دَ منافقانو اؤ یهودو دے خو مسلمانانو ته هم خبردارے دے چې پهٔ ناکاره کار خوشحالیږیٔ مه اؤ پهٔ ښهٔ کار غرور مهٔ کویٔ اؤ کوم کار چې مو پهٔ حقیقت کښې کړے نهٔ وی پهٔ هغې صفتونه مهٔ غواړیٔ بلکې دَ ښهٔ کار کؤلو نه پس هم دَ چا نه دَ صفتونو طمع مهٔ کویٔ۔
وَ لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۠۝۱۸۹
اؤ هم دَ الله بادشاهی ده پهٔ آسمانونو اؤ زمکه ، اؤ الله پهٔ هر څیز قادر دے ف۲۷۵
ف۲۷۵: هر کله چې دَ آسمانونو اؤ زمکې بادشاهی دَ الله تعالیٰ ده ، نو مجرمان به چرته تښتی اؤ چې هغه پهٔ هر څهٔ قادر دے نو دَ هغهٔ نه به څنګه خلاصیږی؟
اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ اخْتِلَافِ الَّیْلِ وَ النَّهَارِ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی الْاَلْبَابِۚۙ۝۱۹۰
بې شکه دَ آسمانونو اؤ زمکې پهٔ جوړؤلو کښې اؤ دَ شپې اؤ ورځې پهٔ تلو راتلو کښې ډېرې نخښې دی دپاره دَ هوښیارانو۔ ف۲۷۶
ف۲۷۶: یعنی هوښیار بنده چې دَ آسمانونو اؤ زمکې دَ پېدائش اؤ دَ هغې دَ عجیبه عجیبه حالاتو مطالعه وکړی اؤ دَ شپې اؤ ورځې پهٔ دې مضبوط نظام غور وکړی نو دَ هغهٔ پوخ یقین راشی چې داسې مرتب اؤ منظّم کار ضرور دَ یو مختارِ کل اؤ قادرِ مطلق پهٔ لاس کښې دے۔ چې دَ هغهٔ پهٔ عظیم قدرت اؤ اختیار هر وړوکے اؤ لوئے څیز پهٔ خپله محدوده دائره کښې خپل مقرر کار ترسره کوی۔ اؤ دَ خپلو حدونو نه دَ بهر وتو مجال ېٔ نشته۔ کهٔ دَ دې دومره عظیمې کارخانې یو کارنده اؤ دَ دې دومره لوئے مشینرۍ یوه پرزه هم دَ قادرِ مطلق دَ مقرر کړی حدونو نه بهر ته وتې شوې نو دا نظام به دَ کروړونو کالو راسې داسې مضبوط اؤ مستحکم نهٔ وهٔ پاتې شوے ، ضرور به پکښې څهٔ خرابې راغلې وهٔ۔
الَّذِیْنَ یَذْكُرُوْنَ اللّٰهَ قِیٰمًا وَّ قُعُوْدًا وَّ عَلٰی جُنُوْبِهِمْ وَ یَتَفَكَّرُوْنَ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بَاطِلًا١ۚ سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ۝۱۹۱
هغه کسان چې یادوی الله تعالیٰ پهٔ ولاړه اؤ پهٔ ناسته اؤ پهٔ اړخ پروت ف۲۷۷ اؤ فکر کوی دَ آسمانونو اؤ زمکې پهٔ پېدائش کښې، وائی اے زمونږه ربه تا دا څیزونه عبث نهٔ دی پیدا کړی ، تهٔ دَ ټولو عیبونو نه پاک ېٔ نو مونږ دَ دوزخ دَ عذاب نه بچ کړې۔ ف۲۷۸
ف۲۷۷: یعنی پهٔ هېڅ حال کښې هم دَ الله دَ یادو نه غفلت نهٔ کوی۔ هر وخت ېٔ پهٔ زړهٔ کښې اؤ پهٔ ژبه هم دَ هغهٔ ذکر جاری وی۔ لکه دَ عائشه رضی الله عنها پهٔ حدیث کښې دَ حضور اکرمﷺ متعلق راځی : کَانَ یَذۡکُرُ اللہَ عَلٰی کُلِّ اَحۡیَانِہٖ (هغویﷺ به هر وخت دَ الله تعالیٰ ذکر کؤلو) نمونځ هم دَ الله تعالیٰ ذکر دے۔ ځکه حضورﷺ فرمائیلی دی چې نمونځ هر حالت کښې کویٔ ، کهٔ پهٔ ولاړې نهٔ شیٔ کؤلے نو پهٔ ناستې ګنی پهٔ ملاستې کویٔ۔ پهٔ یو روایت کښې راځی۔ پهٔ کومه شپه چې دا آیت نازل شوے وهٔ هغه شپه ټوله رسول اکرمﷺ پهٔ ولاړه ، پهٔ ناسته اؤ پهٔ ملاسته دَ الله ذکر کؤلو اؤ ژړل به ېٔ۔
ف۲۷۸: یعنی دَ ذکر اؤ فکر نه پس وائی اے الله دا دومره عظیمه کارخانه یقینًا تا بې کاره نهٔ ده پیدا کړے ، ضرور به دَ دې څهٔ خاص مقصد وی اؤ یوه لویه نتیجه به ېٔ راوځی۔ دَ دغه ځائې نه ذهن آخرت طرف ته اوړی چې پهٔ اصل کښې دَ دنیا دَ موجوده ژوند آخری نتیجه ده۔ نو ورپسې دَ دوزخ دَ عذاب نه بچ کېدو دعا کوی۔ ترمینځه دَ الله تعالیٰ دَ پاکۍ ذکر دې طرف ته اشاره ده۔ چې کوم کم عقل دَ دې دومره څرګنده نښانو نه پس هم تا ونهٔ پېژنی اؤ دَ دنیا دا کارخانې هسې عبث اؤ بې مقصده ګڼی۔ اے الله ستا دربار دَ داسې بربادو خبرو نه پاک دے۔ دَ دې آیت نه معلومه شوه چې دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ نور مخلوق پهٔ حقیقت داسې غور و فکر کؤل بهتر دی چې دَ هغې نتیجه دَ الله یاد اؤ دَ آخرت فکر پیدا کوی۔ باقی کوم ماده پرست چې پهٔ دغه تحقیقاتو کښې ورک شی اؤ دَ الله پېژندګلیٔ ته ونهٔ رسی ، نو هغه دَ دنیا پهٔ نظر کښې کهٔ هر څومره لوئے عالِم اؤ سائنس دان وی دَ قرآن پهٔ ژبه به هغه دَ عقل خاوند نهٔ شی کېدے ، انتهائی احمق اؤ بې وقوف دے۔
رَبَّنَاۤ اِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ اَخْزَیْتَهٗ١ؕ وَ مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ۝۱۹۲
اے زمونږه ربه تا چې څوک پهٔ دوزخ کښې واچؤلو نو هغه دې شرمنده کړو۔ ف۲۷۹ اؤ نشته دَ ګناهګارو څوک مددګار۔ ف۲۸۰
ف۲۷۹: څوک چې څومره وخت پهٔ دوزخ کښې پاتې شو هغه درجه کښې رسوائی ده۔ پهٔ دې قاعدې سره دائمی رسوائی صرف دَ کافرانو دپاره ده۔ پهٔ کومو آیتونو کښې چې دَ مؤمنانو (دَ خِزۡیٌ ) دَ رسواییٔ نفی شوے ده۔ دَ هغې نه مراد دائمی رسوائی ده۔
ف۲۸۰: یعنی الله تعالیٰ چې څوک دوزخ کښې اچؤل وغواړی نو داسې هېڅوک نشته چې دَ هغهٔ امداد وکړی اؤ دوزخ نه ېٔ بچ کړی۔ البته دَ چا متعلق چې ېٔ پهٔ ابتداء کښې دَ پرېښو یا پهٔ آخر کښې دَ معاف کؤلو اراده وی دَ هغهٔ متعلق به شفاعت کؤنکیو ته اجازت ورکړی ، اؤ ځنې ګنهګار مؤمنان به دَ هغوی پهٔ سفارش معاف کړی۔ دا آیت دَ شفاعت خلاف نهٔ دے۔ دَ شفاعت ثبوت دَ نورو آیتونو اؤ صحیح حدیثونو نه کیږی۔
رَبَّنَاۤ اِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِیًا یُّنَادِیْ لِلْاِیْمَانِ اَنْ اٰمِنُوْا بِرَبِّكُمْ فَاٰمَنَّا١ۖۗ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَ كَفِّرْ عَنَّا سَیِّاٰتِنَا وَ تَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِۚ۝۱۹۳
اے امونږه ربه مونږه واؤرېدو چې یو آواز کؤنکے آواز کوی دَ ایمان دپاره چې ایمان راؤړیٔ پهٔ خپل رب ف۲۸۱ نو مونږ ایمان راؤړو ، ف۲۸۲ اے زمونږه ربه اوس تهٔ زمونږه ګناهونه معاف کړې اؤ زمونږ نه زمونږ ناکاروالے لرې کړې اؤ دَ نېکانو سره مرګ زمونږ نصیب کړې ف۲۸۳
ف۲۸۱: یعنی نبی کریم ﷺ چې خلق ایمان طرف ته را وبلل یا قرآن کریم چې خلق ایمان طرف ته را وبلل اؤ دا آواز کور پهٔ کور وګرزېدو۔
ف۲۸۲: وړومبے دَ عقلی ایمان ذکر وهٔ۔ دا اوس دَ سمعی ایمان ذکر دے۔ هغه صرف توحید وهٔ۔ دې کښې ایمان بالرّسول اؤ ایمان بالقرآن هم شامل دے۔
ف۲۸۳: یعنی زمونږ غټ ګناهونه معاف کړې اؤ پهٔ وړوکو ګناهونو مو پرده واچوے اؤ چې مرګ راشی نو دَ نېکانو دَ ټولی سره مو شامل کړې۔
رَبَّنَا وَ اٰتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلٰی رُسُلِكَ وَ لَا تُخْزِنَا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِیْعَادَ۝۱۹۴
اے زمونږه ربه اؤ راکړه مونږ ته څهٔ چې تا وعده کړے وه مونږ سره دَ رسولانو پهٔ خُلهٔ اؤ مونږ مهٔ رسوا کوه دَ قیامت پهٔ ورځ ف۲۸۴ بې شکه تهٔ دَ خپلې وعدې خلاف نهٔ کوے ف۲۸۵
ف۲۸۴: یعنی دَ پېغمبرانو پهٔ خُلهٔ چې دَ مؤمنانو سره کومې وعدې شوے دی لکه دنیا کښې پهٔ دښمنانو غالب کېدل اؤ پهٔ آخرت کښې دَ الله رضا اؤ جنّت حاصلېدل ، دغه وعدې زمونږ سره داسې پوره کړې چې دَ قیامت پهٔ ورځ یوه ذرّه رسوا نهٔ شو۔ یعنی لږ غوندې تکلیف اؤ عذاب هم رانهٔ کړې شی۔
ف۲۸۵: یعنی ستا دَ طرف نه خو دَ وعده خلافیٔ څهٔ امکان نشته خو دا کېدے شی چې زمونږ نه داسې غلطیٔ وشی چې ستا دَ وعدې پوره کؤلو حقدار نهٔ شو نو مونږ ته دَ داسې عمل توفیق راکړې چې ستا دَ وعدو حقدار شو۔
فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ اَنِّیْ لَاۤ اُضِیْعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنْكُمْ مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنْثٰی١ۚ بَعْضُكُمْ مِّنْۢ بَعْضٍ١ۚ فَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَ اُوْذُوْا فِیْ سَبِیْلِیْ وَ قٰتَلُوْا وَ قُتِلُوْا لَاُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَ لَاُدْخِلَنَّهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ۚ ثَوَابًا مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ عِنْدَهٗ حُسْنُ الثَّوَابِ۝۱۹۵
بیا دَ هغوی رب دَ هغوی دعا قبوله کړه ، چې زهٔ نهٔ بربادومه محنت دَ یو محنت کونکی پهٔ تاسو کښې سړے وی اؤ کهٔ ښځه ، تاسو پهٔ خپلو کښې یو ییٔ۔ ف۲۸۶ بیا کومو کسانو چې هجرت وکړو اؤ وویستلی شو دَ خپلو کورونو نه اؤ تکلیف ورکړې شو زما پهٔ لار کښې اؤ جنګ ېٔ وکړو اؤ قتل کړی شو نو ضرور به زهٔ لرې کړم دَ هغوی نه بدیٔ اؤ داخل به ېٔ کړم پهٔ داسې باغونو کښې چې بهیږی دَ هغې لاندې نهرونه ف۲۸۷ دا بدله ده دَ الله دَ طرف نه اؤ دَ الله سره بهترینه بدله ده۔ ف۲۸۸
ف۲۸۶: یعنی سړے وی کهٔ ښځه دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې دَ هېچا محنت برباد نهٔ ځی څنګه عمل چې کوی دَ هغې اجر به مومی۔ نیک عمل شرط دے۔ پهٔ نېکو کارونو ښځه هم دَ آخرت هغه درجه حاصلؤلے شی کومه چې سړے حاصلؤلے شی۔ هر کله چې سړے اؤ ښځه دواړه دَ یو نوح انسانانو نه دی۔ دَ یو آدمؑ اولاد دی۔ یو شان ایمان راؤړی اؤ پهٔ اجتماعی ژوند کښې اؤ پهٔ نیک عمل کښې یو شان شریک دی ، نو نتیجه اؤ ثواب به ېٔ هم یو شان وی۔ هغې کښې به ولې جُدا کیږی۔ پهٔ یو حدیث کښې راځی چې اُمِّ سلمهؓ دَ حضور اکرمﷺ نه تپوس وکړو چې قرآن کریم کښې دَ ښځو دَ هجرت اؤ دَ نورو نیکو کارونو څهٔ خاص ذکر نهٔ دے راغلے۔ نو ښځو ته به هم دغسې ثواب ورکېدے شی کهٔ نه۔ دَ دې پهٔ جواب کښې دا آیتونه نازل شو۔
ف۲۸۷: یعنی هر کله چې دَ الله پهٔ دربار کښې دَ بنده یوه ذره نیکی هم نهٔ بربادیږی نو دَ هغه کسانو دَ اجرونو به څهٔ اندازه وی چا چې دَ الله دَ رضا دپاره خپل کور کلے ، مال دولت، خپل خپلوان هر څهٔ پرېښؤل۔ بې شمېره تکلیفونه ېٔ پهٔ صبر اؤ استقامت برداشت کړل اؤ هجرت ېٔ وکړو۔ دښمنانو دَ هجرت نه پس هم پهٔ آرام پرې نه ښؤل۔ هر قسم تکلیفونه ېٔ ورته صرف پهٔ دې وجه رسؤل چې دوی دَ الله نوم ولې اخلی۔ وَمَا نَقَمُوۡا مِنۡہُمۡ اِلَّآ اَنۡ یُّؤۡمِنُوۡا بِاللہِ الۡعَزِیۡزِ الۡحَمِیۡد (سوره بروج رکوع ۱) دَ کافرو دَ هغوی سره بله هېڅ دښمنی نهٔ ده خو صرف پهٔ دې چې دوی پهٔ الله ایمان ولې راؤړی۔ نو چې دوی زما دپاره دومره سختې تېرې کړې نو زهٔ هم دَ دوی ټول ګناهونه معاف کوم اؤ جنت دَ دوی انتظار کوی۔
ف۲۸۸: یعنی دَ جنتونو نه هم زیات بهترین یو بل شے دے۔ هغه دَ الله تعالیٰ دیدار دے۔ الله تعالیٰ دې زمونږ دَ ټولو نصیب کړی۔ آمین
لَا یَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِی الْبِلَادِؕ۝۱۹۶
تا ته دهوکه درنهٔ کړی ګرځېدل راګرځېدل دَ کافرانو پهٔ ښارونو کښې۔
مَتَاعٌ قَلِیْلٌ١۫ ثُمَّ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١ؕ وَ بِئْسَ الْمِهَادُ۝۱۹۷
دا لږه غوندې فا ئده ده بیا دَ هغوی ځائې دوزخ دے اؤ دا ډېر ناکاره ځائې دے۔ ف۲۸۹
ف۲۸۹: یعنی کافران کهٔ اخوا دیخوا ښارونو ته ځی راځی ، تجارت کوی اؤ مال دولت ګټی نو پهٔ دې تاسو مهٔ خطا کېږیٔ چې ګنی دوی خو ډېر پهٔ مزو کښې دی۔ دا څو ورځې خوشحالی دې وکړی بیا به همېشه دپاره پهٔ غم اخته وی دَ دوزخ پهٔ اور کښې به سوزی۔ کهٔ یو سړے څو ورځې ښهٔ چرګان اؤ پلاوونه وخوری اؤ بیا دَ پانسۍ سزا ورکړې شی نو دا څهٔ مزې شوې چې دَ ژوند نه پرې خلاص شو۔ مزې خو هغه دی چې څوک لږې ورځې سخته تېره کړی اؤ ټول عمر ېٔ بیا پهٔ آرام اؤ خوشحالیٔ وی۔
لٰكِنِ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا نُزُلًا مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ١ؕ وَ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّلْاَبْرَارِ۝۱۹۸
لېکن هغه کسان چې ویریږی دَ خپل رب نه دَ هغوی دپاره باغونه دی ، چې بهیږی دَ هغې لاندې نهرونه ، همېشه به وسی پهٔ دې باغونو کښې ف۲۹۰ دا مېلمستیا ده دَ هغوی دَ الله دَ طرف نه ، ف۲۹۱ اؤ څهٔ چې الله سره دی هغه بهتر دی دَ نیک بختانو دپاره۔
ف۲۹۰: اوس دَ څو ورځو ژوند دَ آرام دَ همېشه آرام سره مقابله کړیٔ چې دا ښهٔ دے کهٔ هغه۔
ف۲۹۱: مېلمستیا ېٔ ورته ځکه ووېٔ چې مېلمه پهٔ آرام ناست وی۔ دَ خوراک څښاک اؤ نورو ضروریاتو غم ورلره کوربه کوی۔ پهٔ هغهٔ هېڅ تکلیف اؤ فکر نهٔ وی۔ دغه شان به جنتیان هم بې غمه ناست وی هر څهٔ به ورته تیار راځی لکه دَ میلمه پشان به پهٔ قدر اؤ عزت ورکؤلے شی۔
وَ اِنَّ مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَمَنْ یُّؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ خٰشِعِیْنَ لِلّٰهِ١ۙ لَا یَشْتَرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ۝۱۹۹
اؤ پهٔ اهلِ کتابو کښې ځنی داسې هم دی چې ایمان راؤړی پهٔ الله باندې اؤ څهٔ چې پهٔ تاسو نازل شوی دی پهٔ هغې اؤ څهٔ چې نازل شوی دی پهٔ هغوی ، عاجزی کؤنکی دی دَ الله پهٔ مخکښې ، نهٔ اخلی دَ الله پهٔ آیتونو لږ قیمت ، هم دغه کسان دی چې دوی دپاره اجر دے دَ خپل رب سره ف۲۹۲ بې شکه الله زر حساب کوی۔ ف۲۹۳
ف۲۹۲: دَ عامو پرهېزګارو مسلمانانو دَ ذکر نه پس اوس خاص دَ هغه اهلِ کتابو ذکر دے چا چې پهٔ قرآن ایمان راؤړے وهٔ۔ دا ځکه چې هغوی پهٔ خپل کتاب تورات پوره پوره ایمان راؤړے وهٔ۔ دَ نورو دنیا پرستو یهودیانو پهٔ شان ېٔ نهٔ دَ تورات آیتونه پټؤل اؤ نهٔ ېٔ دَ څهٔ غرض دپاره بدلؤل اؤ څنګه چې پهٔ تورات کښې پهٔ نبی آخرالزمان دَ ایمان راؤړو حکم وهٔ۔ پهٔ هغې ېٔ عمل وکړو۔ اؤ ډېر پهٔ عاجزیٔ اؤ اخلاص سره ېٔ دَ خپل کتاب اؤ قرآن حکمونو ته غاړه کښېښوه۔ دَ داسې حق پرستو اهلِ کتابو دپاره الله تعالیٰ سره لوئے اجر دے اؤ دَ دوی ډېره لوړه مرتبه ده۔ دَ قرآن اؤ حدیث نه صفا معلومیږی چې داسې اهلِ کتابو ته به دو چند اجر ورکؤلے شی۔
ف۲۹۳: یعنی دَ حساب ورځ لرې نهٔ ده نژدے ده اؤ کله چې حساب شروع شی نو دَ ټول مخلوق سره به دَ ذرّې ذرّې حساب ډېر زر وشی اؤ هر چا ته به دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکړې شی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اصْبِرُوْا وَ صَابِرُوْا وَ رَابِطُوْا١۫ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۠۝۲۰۰
اے ایماندارو صبر کویٔ اؤ مقابله کښې مضبوظ وسیٔ اؤ لګیدلی وسیٔ اؤ ویرېږیٔ دَ الله نه ، چې تاسو خپل مراد ته ورسیٔ۔ ف۲۹۴
ف۲۹۴: دَ سورت پهٔ آخر کښې الله تعالیٰ مسلمانانو ته یو جامع نصیحت وکړو چې کهٔ پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې کامیابی غواړیٔ نو صبر کویٔ اؤ تابعداری کویٔ۔ دَ نافرمانیٔ نه لرې وسیٔ۔ دَ دښمن پهٔ مقابله کښې مضبوط اؤ ثابت قدم وسیٔ۔ دَ اسلامی احکامو اؤ اسلامی ریاست دَ حدودو حفاظت کښې لګیا وسیٔ۔ کوم طرف نه چې دَ دښمن خطره وی هلته دَ یو مضبوط دیوال پهٔ شان ودرېږیٔ چې دېخوا درنه قدم راوانهٔ خلی۔ وَ اَعِدُّوۡا لَہُمۡ مَا اسۡتَطَعۡتُمۡ مِنۡ قُوَّۃٍ وَّ مِنۡ رِّبَاطِ الۡخَیۡلِ تُرۡ ہِبُوۡنَ بِہٖ عَدُوَّ اللہِ وَعَدُوَّکُمۡ (سوره انفال رکوع ۷) اؤ هر وخت پهٔ هر کار کښې دَ الله نه ویرېږی۔ کهٔ دا مو وکړهٔ نو بس کامیاب ییٔ۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې حضور اکرمﷺ به تهجدو ته دَ پاڅېدو پهٔ وخت کښې نظر آسمان طرف ته پورته کړو اؤ دا لس آیتونه به ېٔ تلاوت کؤل اِنَّ فِیۡ خَلۡقِ السَّمٰوٰتِ نه تر آخره پورې۔
سُوۡرَۃُ النِّسَآءِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ ہِیَ مِائَۃٌ وَّسِتٌّ وَّ سَبۡعُوۡنَ اٰیَۃً وَّ اَرۡبَعٌ وَّ عِشۡرُوۡنَ رُکُوۡعًا
سوره نساء پهٔ مدینه منوره کښې نازل شوے دے اؤ دې کښې یو سل اؤ شپږ اویا آیتونه اؤ څلیریشت رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه اؤ ډېر رحم کؤنکے دے۔
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّ خَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَ بَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِیْرًا وَّ نِسَآءً١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْ تَسَآءَلُوْنَ بِهٖ وَ الْاَرْحَامَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلَیْكُمْ رَقِیْبًا۝۱
اے خلقو! وویرېږیٔ دَ خپل رب نه، هغه رب چې پیدا کړی ییٔ تاسو دَ یو نفس نه اؤ هم دَ هغه نفس نه ېٔ پیدا کړه دَ هغهٔ جوړه اؤ خوارهٔ ېٔ کړل دَ هغې دواړو نه ډېر سړی اؤ ښځې ف۱ اؤ ویرېږیٔ دَ هغه الله نه چې دَ هغهٔ پهٔ واسطه تاسو سوال کویٔ خپلو کښې اؤ خیال ساتیٔ دَ خپلوانو ف۲ بې شکه الله پهٔ تاسو نګهبان دے ف۳
ف۱: یعنی اول ېٔ دَ حضرت آدمؑ دَ ګسې پښتۍ نه بی بی حواؑ پیدا کړه اؤ بیا ېٔ دَ هغې دواړو نه نور بنیادم نر اؤ ښځې پیدا کړل۔ مطلب دا چې ستاسو پیدا کؤنکے اؤ ستاسو نسل باقی ساتونکے هغه یو ذات باری تعالیٰ دے نو دَ هغهٔ نه ویرېږیٔ اؤ دَ هغهٔ حکم منیٔ۔ پهٔ دې مضمون کښې دوؤ خبرو ته اشاره ده اول خو دا چې دَ ټولو بنیادمو خالق اؤ موجد الله تعالیٰ دے اؤ دَ ټولو بنیادمو دپاره دَ وجود سبب دَ کوم نه چې الله تعالیٰ دا بنیادم ډېر کړی دی یو کس یعنی ابو البشر آدم علیه السّلام دے۔ دَ دې نه معلومه شوه چې زمونږ اصلی تعلق خو دَ الله تعالیٰ سره دے ځکه چې دَ علّت اؤ معلول ترمینځه چې کوم نژدے تعلق دے هغه بل سره ممکن نهٔ دے۔ دَ دې نه پس دَ بنیادمو پهٔ خپلو کښې تعلق دے ځکه چې دَ ټولو دَ وجود سبب اؤ ”مخلوق منه“ یعنی دَ څهٔ نه چې دا ټول پیدا شوی دی یو ذات دے نو پهٔ مونږ باندې اول خو دَ الله تعالیٰ فرمانبرداری ضروری ده چې هغه زمونږ خالق دے اؤ بیا بنیادمو ته پهٔ خپلو کښې ښهٔ تعلق اؤ دَ ټولو بنیادمو خیر خواهی اؤ ټولو سره حسنِ سلوک پکار دے ځکه چې ټول دَ یو ذات نه پیدا شوی دی۔ پهٔ دې وجه شرعًا اؤ عقلًا بنیادمو ته پهٔ خپلو کښې حسنِ سلوک اؤ ښهٔ تعلق ضروری دے اؤ بد سلوکی ناکاره اؤ مذموم فعل دے۔ نو پهٔ دې آیت کښې الله تعالیٰ بنیادمو ته خپل اطاعت اؤ پهٔ خپلو کښې دَ اتفاق اؤ ښهٔ تعلق حکم ورکړے دے۔ وروستو نورو آیتونو کښې بیا دَ دې اشارې تفصیل راځی۔
ف۲: دَ خالق کېدو نه علاوه دَ الله تعالیٰ دَ فرمانبرداریٔ یوه وجه بله هم ده چې تاسو دَ هغهٔ پهٔ واسطه دَ یو بل نه خپل حقونه طلب کویٔ اؤ فائدې اخلیٔ اؤ پهٔ خپلو کښې دَ هغهٔ پهٔ نوم قسمونه خوریٔ۔ مطلب دا چې یوازې پهٔ خپل پیدائش کښې نهٔ بلکې دَ ژوند پهٔ نورو حاجتونو کښې هم هغهٔ ته محتاج ییٔ نو دَ هغهٔ فرمانبرداری پهٔ تاسو ضروری ده اؤ بیا درته دا حکم دے چې دَ خپلو خپلوانو خیال ساتئی ، دَ هغوی حقونه پوره پوره ادا کویٔ اؤ خپلوانو سره بې مخی اؤ بد سلوکی مهٔ کویٔ۔ دَ ټولو بنیادمو سره دَ نیک سلوک حکم مخکښې آیت کښې شوے دے۔ دلته دَ خپلوانو دَ خیال ساتلو خاص حکم وشو ځکه چې دَ نژدیکت پهٔ وجه دَ خپلوانو حق دَ نورو بنیادمو نه زیات دے نو دَ دې خاص خیال ساتل پکار دی۔
ف۳: یعنی ستاسو دَ ټولو کارونو نه خبر دے۔ څوک چې دَ هغهٔ تابعداری کوی هغهٔ ته به ثواب ورکوی اؤ څوک چې ېٔ نافرمانی کوی دَ عذاب حقدار به شی۔ اؤ ستاسو دَ خپلویٔ تعلقات دَ هغې مناسب درجې حالات ورته هم معلوم دی۔ دَ دې متعلق چې تاسو ته کوم حکم دے پهٔ هغې ځان پوه کړیٔ اؤ عمل پرې وکړیٔ۔ دَ دې به درسره حساب کیږی۔
وَ اٰتُوا الْیَتٰمٰۤی اَمْوَالَهُمْ وَ لَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِیْثَ بِالطَّیِّبِ١۪ وَ لَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَهُمْ اِلٰۤی اَمْوَالِكُمْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ حُوْبًا كَبِیْرًا۝۲
اؤ ورکویٔ یتیمانو ته دَ هغوی مالونه اؤ مهٔ بدلویٔ ناکاره مال پهٔ ښهٔ مال اؤ مهٔ خوریٔ دَ هغوی مالونه دَ خپل مال سره شریک ، بې شکه دا ډېر لوئے وبال دے۔ ف۴
ف۴: یتیمان بچی دَ چا چې پلار مړ وی۔ دَ هغوی متعلق دَ هغوی وارث اؤ سرپرست ته دا حکم دے چې دَ یتیمانو دَ مال حفاظت به کوی اؤ دَ هغوی مال به دَ خپل مال سره شریک نهٔ خوری چې هغوی ته نقصان ونهٔ رسی۔ دَ هغوی دَ جامې اؤ خوراک خیال به ساتی۔ اؤ چې بالغ شی نو خپل مال به ورته حواله کړی چې ځان ته ېٔ خپله سنبالوی۔ دَ یتیم وارث ته دا اجازت شته چې خوراک دَ یتیم دَ مال نه دَ ځان سره شریک پوخ کړی نو دا خیال به ساتی چې دَ هغهٔ مال زیات ونهٔ لګی۔ داسې دې نهٔ کوی چې دَ شرکت پهٔ بهانه دَ یتیم مال وخوری ، ځان ته بچت وکړی۔ دَ یتیم مال خوړل غټه ګناه ده۔ داسې دی لکه دَ دوزخ اور ګېډه کښې اچؤل۔ دَ خپلوانو پهٔ ټولو احکامو کښې دَ یتیم دَ حق بیان اول وشو۔ پهٔ دې چې یتیم دَ مجبوریٔ اؤ بې کسیٔ پهٔ وجه دَ رحم اؤ محبّت خیال ساتلو زیات حقدار دے۔ دا حکم دَ ټولو یتیمانو دپاره دے خو کوم یتیمان چې دَ چا خپلوان وی پهٔ هغهٔ ېٔ زیات حق دے۔ دَ یتیم سرپرست هم اکثر څوک نژدے خپل وی۔
وَ اِنْ خِفْتُمْ اَلَّا تُقْسِطُوْا فِی الْیَتٰمٰی فَانْكِحُوْا مَا طَابَ لَكُمْ مِّنَ النِّسَآءِ مَثْنٰی وَ ثُلٰثَ وَ رُبٰعَ١ۚ فَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّا تَعْدِلُوْا فَوَاحِدَةً اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ١ؕ ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَلَّا تَعُوْلُوْاؕ۝۳
اؤ کهٔ تاسو ویرېږیٔ چې دَ یتیمانو جینکیو پهٔ حق کښې به انصاف ونهٔ کړې شیٔ نو پهٔ نکاح کړیٔ کومې نورې ښځې چې ستاسو خوښې شی۔ دوه دوه اؤ درے درے اؤ څلور څلور۔ ف۵ بیا کهٔ تاسو ویرېږیٔ چې دوی سره به انصاف ونهٔ کړې شیٔ نو بیا صرف یوه نکاح وکړیٔ۔ یا وینځه واخلیٔ چې ستاسو خپل مال دے، ف۶ پهٔ دې کښې امید دے چې تاسو به یو طرف ته نهٔ اوړیٔ، ف۷
ف۵: پهٔ احادیثو کښې راځی چې یتیمانې جینکۍ چې به دَ چا پهٔ سرپرستیٔ کښې وې اکثر به ېٔ دَ هغوی سره جائیداد اؤ نور مال دَ خپلویٔ پهٔ وجه شریک وهٔ۔ نو کله به داسې وشوه چې هغهٔ جینکۍ به لوئے شوې نو کهٔ ښائسته به وې نو دَ مال اؤ ښائست دواړو پهٔ وجه به هغه وارث دَ لږ غوندې مهر پهٔ بدل ځان ته پهٔ نکاح واخستې چې دَ جینۍ سره به مال هم پهٔ قبضه کښې شی۔ بل څوک خو به ېٔ دَ مال غوښتو حقدار نهٔ وهٔ۔ نو دا خو خیر دے خو کله به داسې وه چې جینکۍ به دَ شکل نه ښې نهٔ وې ، دَ وارث به خوښې نهٔ وې خو دَ مال دپاره به ېٔ پرې نکاح وتړله۔ نو بیا به ېٔ ورسره ژوند ښهٔ نهٔ وهٔ۔ بل چا ته به ېٔ ځکه نهٔ ورکؤله چې مال به رانه جُدا کړی۔ پهٔ دې باندې دا آیتونه نازل شو چې کهٔ تاسو بیا دَ یتیمانو جینکیو سره انصاف نهٔ شیٔ کؤلے وروستو ژوند ېٔ بیا ښهٔ نهٔ وی نو داسې جینکیو سره صرف دَ مال پهٔ خاطر نکاح مهٔ کویٔ۔ ښځې نورې هم ډېرې دی۔ یو نه ، دوه ، درے یا څلور ، خو چې مو خوښې وی وکړیٔ اؤ دغه جینکۍ بل چا ته ورکړیٔ چې ژوند ېٔ پهٔ آرام شی۔ اؤ تاسو هم دَ ګناه نه خلاص شیٔ۔ دَ آزاد مسلمان دپاره چې حقونه ېٔ پوره پوره ادا کؤلے شی دَ څلورو ښځو اجازت دے۔ دَ دې نه دَ زیاتو اجازت نشته۔ دَ ټولو مسلمانانو دپاره دغه حکم دے۔ البته رسول اکرمﷺ ته دَ زیاتو ښځو خاص اجازت وهٔ اؤ دا دَ هغویﷺ امتیاز وهٔ۔
ف۶: یعنی کهٔ تاسو پهٔ دې پوهېږیٔ چې دَ ګڼو ښځو سره به پهٔ انصاف ونهٔ چلیږیٔ اؤ دَ ټولو حقونه به یو شان ادا نهٔ کړې شیٔ۔ نو بیا صرف یوه نکاح باندې صبر وکړیٔ یا وینځه واخلیٔ ، یوه وی کهٔ دَ یوې نه زیاتې۔ ځکه چې دَ وینځو حقونه کم دی یعنی دَ یوې منکوحې ښځې سره یوه وینځه یا زیاتې جمع کړیٔ۔ یا دا چې صرف وینځو باندې صبر وکړیٔ۔
ف۷: یعنی صرف یوې ښځې باندې یا صرف وینځو باندې صبر کؤلو کښې یا یوه ښځه اؤ نورې وینځې اخستلو کښې تاسو ته دا فائده ده چې دَ بې انصافیٔ نه به بچ شیٔ۔ ځکه چې دَ وینځې حقونه دَ آزادې نکاح کړے ښځې نه کم دی نو تاسو ته به ېٔ پوره کؤل آسان وی اؤ دَ مساواتو دومره ډېر ضرورت هم پکښې نشته۔
فائده: دَ چا چې ګڼې ښځې وی نو هغهٔ باندې واجب دی چې پهٔ جامه ، پیزار ، خوراک اؤ ورکړه راکړه کښې ټولو سره یو شان چلیږی اؤ پهٔ شپه تېرؤلو کښې به ورسره هم وار (نمبر) تړی اؤ دَ مساواتو خیال به ساتی۔ کهٔ ونهٔ ساتی نو دَ قیامت پهٔ ورځ به فالج وهلے دَ قبر نه پاڅی۔ یو اړخ به ېٔ روغ وی اؤ بل اړخ به ېٔ کار نهٔ کوی ځان پسې به ېٔ راکاږی۔ دَ وینځې حق دَ آزادې ښځې پهٔ نیمه دے۔ اؤ بیا دَ خپل ملکیت وینځې خو دَ شپې وار دَ مالک پهٔ خوښه دے۔ دَ آزادې ښځې سره ېٔ پکښې مساوات نشته۔
وَ اٰتُوا النِّسَآءَ صَدُقٰتِهِنَّ نِحْلَةً١ؕ فَاِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَیْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوْهُ هَنِیْٓـًٔا مَّرِیْٓـًٔا۝۴
اؤ ښځو ته دَ هغوی مهر پهٔ خوشحالیٔ ورکړیٔ۔ ف۸ بیا کهٔ هغوی پهٔ دې کښې څهٔ شے تاسو ته پهٔ خپله خوښه پرېږدی ، نو هغه ښهٔ پهٔ مزه وخوریٔ ف۹
ف۸: دَ نکاح پهٔ وخت کښې چې کوم مهر مقرر شوے وی هغه ښځو ته پهٔ خپله خوښه خپله ورکویٔ چې دَ هغې ېٔ دَ غوښتلو ته ضرورت رانهٔ شی۔ چې مهر ورکؤلے شی اؤ حقونه ېٔ پوره ادا کیږی نو بیا خپلو یتیمانو جینکیو سره نکاح کؤلو کښې څهٔ نقصان نشته۔
ف۹: یعنی کهٔ ښځه پهٔ خپله رضا دَ مهر څهٔ حصه سړی ته معاف کړی یا کهٔ ترېنه ېٔ اخستې وی بیا ېٔ ورته واپس کړی نو دَ هغې پهٔ اخستو کښې څهٔ نقصان نشته۔ ښهٔ پهٔ خوشحالیٔ دې ېٔ قبول کړی۔ کوم خوراک چې خوندناک وی ، دَ بنده ورته مینه کیږی هغې ته ھَنِٓییءٌ وائی اؤ کوم خوراک چې زود هضم وی ، زر هضمیږی اؤ بدن ته طاقت ورکوی هغې ته مَرِیءٌ وائی۔
وَ لَا تُؤْتُوا السُّفَهَآءَ اَمْوَالَكُمُ الَّتِیْ جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ قِیٰمًا وَّ ارْزُقُوْهُمْ فِیْهَا وَ اكْسُوْهُمْ وَ قُوْلُوْا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا۝۵
اؤ مهٔ ورکویٔ کم عقلو یتیمانو ته خپل هغه مالونه چې تاسو ته پهٔ هغې کښې الله تعالیٰ ګذاره پیدا کړے ده۔ اؤ دَ دې نه هغوی ته خوراک ورکویٔ اؤ جامه ورکویٔ۔ اؤ دَ هغوی سره معقولې خبرې کویٔ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی ناپوهه یتیمانو ته خپل مال مهٔ حواله کویٔ چې دې کښې الله تعالیٰ بنیادم ته دَ ژوند سامان پیدا کړے دے دَ هغوی نه به برباد شی۔ تاسو ېٔ ورته ښهٔ پهٔ حفاظت ساتیٔ۔ هغوی ته ترېنه ضروری خوراک ، جامه پهٔ مینه ورکویٔ۔ اؤ هغهٔ ته تسلّی ورکویٔ چې دا ستاسو مال دے چې کله لوئی شیٔ خپله به ېٔ سنبالویٔ۔
وَ ابْتَلُوا الْیَتٰمٰی حَتّٰۤی اِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ١ۚ فَاِنْ اٰنَسْتُمْ مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوْۤا اِلَیْهِمْ اَمْوَالَهُمْ١ۚ وَ لَا تَاْكُلُوْهَاۤ اِسْرَافًا وَّ بِدَارًا اَنْ یَّكْبَرُوْا١ؕ وَ مَنْ كَانَ غَنِیًّا فَلْیَسْتَعْفِفْ١ۚ وَ مَنْ كَانَ فَقِیْرًا فَلْیَاْكُلْ بِالْمَعْرُوْفِ١ؕ فَاِذَا دَفَعْتُمْ اِلَیْهِمْ اَمْوَالَهُمْ فَاَشْهِدُوْا عَلَیْهِمْ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ حَسِیْبًا۝۶
اؤ چل ښییٔ یتیمانو ته تر دې چې دَ نکاح عمر ته ورسی۔ بیا کهٔ تاسو پهٔ هغوی کښې هوښیاری ولیده نو خپل مالونه ورته حواله کړیٔ۔ ف۱۱ اؤ دَ یتیمانو مال دَ ضرورت نه زیات اؤ دَ حاجت نه مخکښې مهٔ خوریٔ هسې نه چې دوی لوئی شی ف۱۲ اؤ دَ چا چې حاجت نهٔ وی نو دَ یتیم دَ مال نه دې ځان ساتی ، اؤ کهٔ څوک حاجتمند وی نو خوری دې ېٔ دَ رواج مطابق ف۱۳ بیا کله چې تاسو دوی ته خپل مال حواله کویٔ نو ګواهان پرې ونیسیٔ۔ اؤ الله کافی دے حساب کؤلو دپاره۔ ف۱۴
ف۱۱: یعنی یتیمانو ته چل ښییٔ اؤ ازمېښت ورباندې کویٔ دَ بالغ کېدو تروخته پورې بیا کله چې پهٔ ښهٔ ، بد پوهه شی اؤ دَ مال سنبالؤلو اؤ خپل ځان ته دَ فکر کؤلو قابل شی، نو خپل مال ورته حواله کړیٔ۔ چې پهٔ خپلو ښپو ودریږی دَ چل ښیٔلو طریقه دا ده چې اول ورباندې څهٔ معمولی کاروبار شروع کړی۔ پهٔ لږه سرمایه چې تجربه ېٔ وشی اؤ هوښیار شی نو بیا دې ورته ټول مال حواله کړی۔ دې نه معلومه شوه چې دَ سرپرست پهٔ اجازت دَ نابالغ وړوکی پهٔ لاس خرید و فروخت جائز دے۔ دَ امام ابو حنیفهؒ مذهب هم دا دے ، اؤ کهٔ دَ بالغ کېدو نه پس هم پوره هوښیار شوے نهٔ وهٔ نو بیا ورته تر پنځه ویشتو (۲۵) کالو انتظار پکار دے۔ چې دَ پنځه ویشتو کالو شی نو هر څنګه چې وی خپل مال ورکؤل پکار دی هر څهٔ چې ورسره کوی۔
ف۱۲: یعنی دَ یتیم مال بې ضرورته لګؤل هم جائز نهٔ دی ، چې دَ روپۍ پهٔ ځائې دوه ولګوی۔ اؤ دَ دې ویرې چې دا یتیم لوئے شی نو مال به رانه واخلی۔ ځنې کارونه دَ وخت نه مخکښې کؤل اؤ پهٔ مال لګؤلو کښې تلوار کؤل هم ناجائز دی۔ غرض دا چې وارث ته دَ یتیم مال لګؤلو کښې ډېر احتیاط پکار دے۔
ف۱۳: یعنی کهٔ دَ یتیم پرورش کؤنکے خپله حاجتمند وی نو دَ خپل خدمت دَ حق پهٔ اندازه ورته دَ یتیم دَ مال نه اخستل جائز دی۔ لکه دَ هغهٔ ملازم چې وی۔ اؤ کهٔ خپله مالدار وی نو څهٔ اخستل ورته جائز نهٔ دی۔
ف۱۴: دَ کوم وړوکی چې پلار مړ شی نو پکار دی چې دَ څو کسانو مسلمانانو پهٔ مخکښې دَ هغهٔ ټول مال ولیکلے شی اؤ یو امانت ګر سرپرست ته حواله شی چې کله هم هغه یتیم لوئے شی چې دَ هغه لیکلو موافق بیا دَ هغهٔ مال هغهٔ ته حواله شی اؤ سرپرست ته پکار دی چې پهٔ هغه یتیم څهٔ خرچ شوی وی دَ هغې پهٔ ټول حساب ېٔ ښهٔ پوهه کړی اؤ چې مال ورته حواله کوی نو دَ ګوهانو مخکښې دې ورته حواله کړی۔ کهٔ بیا وروستو خپلو کښې څهٔ اختلاف راشی نو فیصله به ېٔ آسانه وی۔
الله تعالیٰ دَ هر څهٔ حفاظت کؤنکے دے اؤ ټول حساب ورته ښهٔ معلوم دے۔ دَ هغهٔ دپاره دَ څهٔ لیک یا ګواهانو ضرورت نشته۔ دا خو ستاسو خپلو کښې دَ فیصلو اؤ صفاییٔ دپاره درته قانون مقرر شو چې فیصله کؤل آسان وی۔
لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَ الْاَقْرَبُوْنَ١۪ وَ لِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَ الْاَقْرَبُوْنَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ اَوْ كَثُرَ١ؕ نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًا۝۷
دَ سړی هم حصه ده پهٔ هغه مال کښې چې دَ مور پلار نه ېٔ پاتې شی اؤ دَ نورو خپلوانو نه هم اؤ دَ ښځو هم حصه ده پهٔ هغه مال کښې چې دَ مور پلار نه اؤ خپلوانو نه ېٔ پاتې شی ، دا مال لږ وی اؤ کهٔ ډېر دَ هر چا حصه ده خپله مقرر کړی شوی۔ ف۱۵
ف۱۵: دَ اسلام نه مخکښې پهٔ عربو کښې دا رواج وهٔ چې جینکیو ته به ېٔ پهٔ میراث کښې حصه نهٔ ورکؤله اؤ یتیمانو وړو هلکانو ته به ېٔ هم نهٔ ورکؤله۔ میراث به دَ هغه سړیو یا ځلمیو وهٔ ۔ کوم چې به دَ جنګ اؤ دښمن سره دَ مقابل قابل وو۔ نو وړو یتیمانو ته به هېڅ نهٔ شو ورکېدے اؤ دَ ښځو اؤ جینکیو به هم برخه نهٔ وه۔ نو دا آیتونه دَ میراث پهٔ حق کښې نازل شو۔ دَ آیت خلاصه دا ده چې دَ مور پلار اؤ نورو خپلوانو پهٔ میراث کښې به نارینه ته هم برخه ورکؤلے شی ، واړهٔ وی اؤ کهٔ ځلمی۔ اؤ دَ ښځو هم برخه ده وړې وی کهٔ لوئے۔ دا حصې مقررې دی چې دَ دې ورکؤل ضروری دی۔ مال لږ وی اؤ کهٔ ډېر هر چا ته به خپله حصه ورکؤلے شی ، پهٔ دې آیت کښې اختصار سره بیان شوې۔ پهٔ مخکښې رکوع کښې بیا دَ هر چا برخه پوره تفصیل سره بیان شوے ده۔
وَ اِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ اُولُوا الْقُرْبٰی وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰكِیْنُ فَارْزُقُوْهُمْ مِّنْهُ وَ قُوْلُوْا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا۝۸
اؤ کله چې حاضر شی دَ تقسیم پهٔ وخت خپلوان اؤ یتیمان اؤ محتاج نو هغوی ته هم ترېنه څهٔ ورکړیٔ اؤ معقوله خبره ورته وکړیٔ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی دَ میراث دَ تقسیم پهٔ وخت کښې کهٔ دَ ټبر داسې کسان حاضر وی دَ چا چې پهٔ دې میراث کښې مقرره برخه نشته یا څوک یتیمان اؤ غریبان موجود وی نو هغوی ته دَ خوراک څهٔ شے یا دَ موقعې مناسب دَ میراث دَ مال نه څهٔ شے ورکؤل پکار دی ، اؤ کهٔ مال لږ وی یا یتیمانو کښې واړهٔ بچی وی اؤ مړی څهٔ وصیت داسې نهٔ وی کړے نو دغه کسان پهٔ خوږه خلهٔ اؤ پهٔ نرمۍ رخصتؤل پکار دی۔ چې څهٔ معقول عذر ورته بیان شی اؤ طبیعت کښې ېٔ خفګان رانهٔ شی۔ دَ سورت پهٔ شروع کښې دا وئیلی شوی ووچې ټول خپلوان درجه پهٔ درجه دَ ښهٔ سلوک اؤ رعایت حقدار دی اؤ دَ یتیمانو اؤ غریبانو حق خو نور هم زیات دے۔ ځکه دلته ووئیلی شو چې دَ میراث تقسیمؤلو پهٔ وخت کښې هغوی ته هم څهٔ برخه پکار ده۔ اؤ کهٔ پهٔ څهٔ وجه څهٔ ورکؤلے نهٔ شی نو خوږه خبره اؤ حسنِ سلوک باندې خو ېٔ تسلّی ضروری ده۔
وَ لْیَخْشَ الَّذِیْنَ لَوْ تَرَكُوْا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّیَّةً ضِعٰفًا خَافُوْا عَلَیْهِمْ١۪ فَلْیَتَّقُوا اللّٰهَ وَ لْیَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا۝۹
اؤ پکار ده چې ووریږی هغه کسان کهٔ پریږدی وروستو کمزورے اولاد نو پهٔ هغوی به وویریږی (چې زمونږ نه پس به ېٔ هم دغسې حال وی) نو پکار ده چې وویریږی دَ الله نه اؤ سمه خبره وکړی۔ ف۱۷
ف۱۷: دا حکم پهٔ اصل کښې دَ یتیم وارث اؤ سرپرست ته دے۔ خو پهٔ خپله درجه کښې ېٔ هر چا ته خیال ساتل پکار دی۔ مطلب دا چې څنګه دَ هر چا پهٔ زړهٔ کښې دا خطره وی کهٔ زهٔ مړ شوم نو زما دَ ماشومانو سره به څوک څهٔ سلوک کوی نو نن دَ الله نه ویره وکړیٔ اؤ دې یتیمانو سره داسې سلوک وکړیٔ څنګه چې دې غواړی چې دَ دهٔ دَ مرګ نه پس دَ دهٔ ماشومانو سره وشی نو دَ هغوی سره دې ډېر پهٔ نرمۍ اؤ شفقت خبرې کوی چې هغوی ته ځان بې اسرې ښکاره نهٔ شی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ الْیَتٰمٰی ظُلْمًا اِنَّمَا یَاْكُلُوْنَ فِیْ بُطُوْنِهِمْ نَارًا١ؕ وَ سَیَصْلَوْنَ سَعِیْرًا۠۝۱۰
هغه کسان چې خوری دَ یتیمانو مال پهٔ ناحقه ، بې شکه دوی پهٔ خپلو ګېډو کښې اور اچوی اؤ ډېر زر به اور کښې ورننوځی ف۱۸
ف۱۸: مخکښې پهٔ ګڼو آیتونو کښې دَ یتیم دَ مال پهٔ لګؤلو کښې دَ احتیاط کؤلو حکم شوے وهٔ۔ اوس پهٔ آخر کښې دَ یتیم پهٔ مال کښې خیانت کؤلو باندې سخت وعید دے چې دَ یتیم مال خوړل داسې دی لکه دَ دوزخ اور ګېډه کښې اچؤل یعنی دَ دې نتیجه دوزخ ته تلل دی۔ لکه آخر کښې صفا وئیلی شوی دی وَ سَیَصۡلَوۡنَ سَعِیۡرًا (اؤ ډېر زر به دوی دوزخ کښې واچؤلے شی)
یُوْصِیْكُمُ اللّٰهُ فِیْۤ اَوْلَادِكُمْ١ۗ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ١ۚ فَاِنْ كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ اثْنَتَیْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ١ۚ وَ اِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ١ؕ وَ لِاَبَوَیْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ اِنْ كَانَ لَهٗ وَلَدٌ١ۚ فَاِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلَدٌ وَّ وَرِثَهٗۤ اَبَوٰهُ فَلِاُمِّهِ الثُّلُثُ١ۚ فَاِنْ كَانَ لَهٗۤ اِخْوَةٌ فَلِاُمِّهِ السُّدُسُ مِنْۢ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ١ؕ اٰبَآؤُكُمْ وَ اَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُوْنَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا١ؕ فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا۝۱۱
حکم درکوی تاسو ته الله ستاسو دَ اولاد پهٔ حق کښې ، چې دَ یو سړی حصه برابر ده دَ دوؤ ښځو سره ف۱۹ بیا کهٔ صرف ښځې وی دَ دوؤ نه زیاتې نو هغوی دپاره دوه درېمې دی دَ پریښی مال۔ اؤ کهٔ یوه ښځه وی نو دَ هغې دپاره نیمه ده۔ ف۲۰ اؤ دَ مړی دَ مور پلار دَ هر یو دپاره شپږمه حصه ده دَ پریښی مال نه۔ کهٔ دَ مړی اولاد وی۔ ف۲۱ اؤ کهٔ دَ مړی اولاد نهٔ وی اؤ مور پلار ېٔ وارثان وی ، دَ مور دپاره ېٔ دریٔمه برخه ده۔ ف۲۲ بیا کهٔ دَ دې مړی وروڼه وی نو دَ مور دپاره ېٔ شپږمه برخه ده۔ ف۲۳ پس دَ هغه وصیت پوره کؤلو نه چې مړی کړی وی یا پس دَ قرض ادا کؤلو نه ، ف۲۴ ستاسو پلاران اؤ ستاسو ځامن ، تاسو خبر نهٔ ییٔ چې پهٔ دوی کښې به څوک تاسو ته زیاته فائده رسوی ، دا برخې الله تعالیٰ مقرر کړی دی ، بې شکه الله خبردار دے دَ حکمت خاوند دے۔ ف۲۵
ف۱۹: مخکښې آیت کښې اجمالًا وئیلی شوی وو چې دَ مړی پهٔ مال کښې دَ وارثانو مقررې برخې دی۔ اوس دَ هغه برخو تفصیل بیانیږی۔ دَ حصو بیانؤلو نه مخکښې دَ یتیم دَ حقونو تاکید دې دپاره وشو چې کهٔ دَ مړی نه واړهٔ بچی پاتی وی نو وارثانو ته پکار دی چې دَ هغوی حقونه دَ ټولو نه اول پوره کړی۔ اؤ لکه دَ عربو دَ زوړ رواج مطابق ېٔ دَ میراث نه محروم اؤ بې اسرې پرې نهٔ دی۔ دَ ټولو نه اول دَ مړی دَ اولاد حق بیان شو چې کهٔ دَ مړی اولاد ځامن لوڼه وی نو دَ هغوی دَ میراث تقسیم داسې دے چې یو هلک به دَ دوؤ جینکیو برابر حصه اخلی۔ مثلًا کهٔ دَ سړی یو ځوئے اؤ دوه لوڼه وی نو نیم مال به ېٔ ځوئے اخلی اؤ باقی نیم به ېٔ دواړه لوڼه خپلو کښې نیموی۔ کهٔ یو هلک اؤ یوه جینۍ وی نو ټول مال به درے برخې شی۔ دوه برخې به هلک واخلی اؤ یو برخه جینۍ۔
ف۲۰: اؤ کهٔ دَ یو مړی نه اولاد صرف جونه پاتې وی ، ځوئے ېٔ نهٔ وهٔ نو کهٔ هغه جونه دَ دوؤ نه زیاتې وی نو هغه میراث به درے برخې شی۔ دوه برخې به پهٔ جینکیو تقسیم شی اؤ دریٔمه برخه به نورو لرې وارثانو ته پاتې شی۔ اؤ کهٔ دَ مړی نه صرف یوه لور پاتې وه نو هغې ته به دَ میراث نیم مال ورکؤلے شی۔ باقی نیم به دَ نورو وارثانو وی۔
تنبیه: دَ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ نه دا معلومه شوه چې کهٔ یو هلک اؤ یوه جینۍ وی نو جینۍ ته به دریٔمه برخه ورکؤلے شی۔ نو کهٔ دوه جینکۍ وی ، هرې یوې ته به خامخا دریٔمه ورکؤلے شی ځکه چې دَ هلک برخه دَ جینۍ نه زیاته ده۔ نو چې دَ یو ورور سره جینۍ ته دریٔمه برخه رسېده نو دَ یو خور سره خو ورته خامخا پکار ده۔ پهٔ دې وجه دَ دوؤ جینکیو حکم پهٔ آیت کښې څرګند ذکر نهٔ شو دَ دوؤ نه زیات ذکر شو۔ چې څوک دا خیال ونهٔ کړی چې دوؤ جینکیو دَ مال دوه دریٔمې واخستې هرې یوې یوه دریٔمه نو کهٔ دَ دوؤ نه زیات وی نو هغوی ته به دَ دې نه زیات مال ورکؤلے شی۔ داسې نهٔ ده کهٔ دَ دوؤ نه زیات وې نو پهٔ هغوی به دغه دوه دریٔمې برابر تقسیمیږی۔
فائده: دَ اولاد پهٔ وراثت کښې دوه قسمه بیان شو۔ یو دا چې دَ سړی نه هلکان اؤ جینکۍ دواړه پاتې وی۔ بل دا چې یواځې جینکۍ پاتې وی۔ هلک پکښې نهٔ وی۔ دَ دې هم دوه صورته دی یو دا چې صرف یوه جینۍ وی ، بل دا چې دَ یوې نه زیاتې وی۔ پاتې شو دا صورت چې یوازې هلکان ترېنه پاتې وی ، جینکۍ پکښې نهٔ وی۔ نو دَ هغې حکم دا دے (چې دَ مور پلار اؤ ښځې ، دَ هغې نه پس چې څهٔ پاتې شی) هغه ټول دَ ځامنو دی۔ کهٔ یو ځوئے وی نو یواځې به ټول واخلی اؤ کهٔ دَ یو نه زیات وی نو خپلو کښې به ېٔ برابر تقسیم کړی۔
ف۲۱: اوس دَ مور پلار دَ میراث درے قسمه بیانیږی۔ دَ اول(۱) صورت خلاصه دا ده چې کهٔ دَ مړی اولاد وی هلک یا جینۍ نو دَ سړی مور پلار ته به دَ میراث پهٔ مال کښې هر یو ته شپږمه حصه ورکؤلے شی (دوه شپږمې چې یو ځائې شی نو دریٔمه برخه ترېنه جوړیږی نو دَ ټول مال دریٔمه برخه به مور پلار دواړو ته لاړه شی) باقی پاتې دوه برخې به ېٔ پهٔ اولاد تقسیم شی۔
ف۲۲: دویٔم(۲) صورت دا دے چې دَ مړی اولاد بالکل نهٔ وی ، میراث وی اؤ مور پلار ېٔ ژوندې وی نو دَ ټول مال دریٔمه برخه به ېٔ مور اخلی باقی دوه برخې به ېٔ دَ پلار وی۔
ف۲۳: دریٔم(۳) شکل دا دے چې دَ مړی اولاد نهٔ وی خو وروڼه ، خویاندې ېٔ وی ، دَ یو نه زیات۔ حقیقی وی کهٔ یواځې دَ مور نه ، کهٔ یواځې دَ پلار نه۔ نو پهٔ دې وخت کښې به ېٔ مور ته شپږمه برخه ورکؤلے شی۔ باقی پاتې پنځه برخې به ېٔ ټولې دَ پلار وی۔ دَ وروڼو، خویاندو به ېٔ هېڅ نهٔ رسی۔ اؤ کهٔ صرف یو ورور اؤ یو خور وی نو دَ مور به ېٔ دریٔمه برخه وی اؤ باقی دوه برخې به ېٔ دَ پلار وی لکه څنګه چې پهٔ صورت (۲) کښې وو۔ دَ ورور اؤ خور به پکښې هېڅ هم نهٔ وی۔
ف۲۴: دا څومره حصې چې دَ وارثانو بیان شوې دا ټولې به هله تقسیمیږی چې دَ مړی وصیت پوره شی اؤ کهٔ ورباندې قرض وی چې هغه ترېنه ادا شی نو باقی مال به پهٔ دغه طریقه تقسیم شی۔ دَ وارثانو مال دغه دے کوم چې دَ وصیت اؤ قرض نه پس پاتې شی۔ دَ دغې حصې به کیږی دَ ټول مال حصې مطلب نهٔ دے۔
فائده: دَ مړی دَ مال نه اول دَ شریعت دَ حکم مطابق دَ کفن دفن انتظام پکار دے چې څهٔ پاتې شی دَ هغې نه قرض خلاصؤل دی اؤ بیا چې څهٔ پاتې شی دَ هغې تر دریٔمې برخې دَ مړی پهٔ وصیت لګؤل دی۔ دَ دې نه چې څهٔ پاتې شی هغه به پهٔ وارثانو دَ مقررو حصو مطابق تقسیمیږی۔
ف۲۵: پهٔ دې آیتونو کښې دَ دوه قسمه کسانو دَ میراث حال بیان شو۔ دَ اولاد اؤ دَ مور پلار ( پهٔ دې کښې دَ چا برخه کمه ده دَ چا زیاته)
اوس الله تعالیٰ فرمائی چې تاسو ته دا پته نشته چې تاسو ته به دَ اولاد نه ډېره فائده رسی، کهٔ دَ مور پلار نه۔ نو تاسو پهٔ دې حصو کښې څهٔ دخل مهٔ ورکویٔ اؤ مهٔ پکښې خپل عقل چلویٔ چې دا ولې کمه ده اؤ دا ولې زیاته ده۔ الله تعالیٰ تاسو نه ښهٔ پوهیږی۔ اؤ هغهٔ هر چا ته دغه حصې پخپله مقرر کړی دی۔ هغه دَ لوئی حکمت خاوند دے۔ ستاسو کار بس حکم منل دی هم پهٔ دغه باندې عمل کویٔ۔
وَ لَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ اَزْوَاجُكُمْ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهُنَّ وَلَدٌ١ۚ فَاِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْۢ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْنَ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ١ؕ وَ لَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّكُمْ وَلَدٌ١ۚ فَاِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِّنْۢ بَعْدِ وَصِیَّةٍ تُوْصُوْنَ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ١ؕ وَ اِنْ كَانَ رَجُلٌ یُّوْرَثُ كَلٰلَةً اَوِ امْرَاَةٌ وَّ لَهٗۤ اَخٌ اَوْ اُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ١ۚ فَاِنْ كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْ ذٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِی الثُّلُثِ مِنْۢ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصٰی بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ١ۙ غَیْرَ مُضَآرٍّ١ۚ وَصِیَّةً مِّنَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَلِیْمٌؕ۝۱۲
اؤ دَ ستاسو دپاره نیم مال دے کوم چې دَ ستاسو دَ ښځو دَ مرګ نه پاتې شی ، کهٔ چرې دَ هغوی اولاد نهٔ وی۔ اؤ کهٔ دَ هغوی اولاد وی۔ نو دَ ستاسو دپاره څلورمه برخه ده دَ پریښی مال نه پس دَ هغه وصیت پوره کؤلو نه چې هغوی کړے وی یا پس دَ قرض ادا کؤلو نه ف۲۶ اؤ دَ ښځو دپاره څلورمه برخه ده ستاسو پهٔ پریښی مال کښې کهٔ ستاسو اولاد نهٔ وی۔ اؤ کهٔ ستاسو اولاد وی نو دَ هغوی دپاره اتمه برخه ده ستاسو پهٔ پریښی مال کښې پس دَ هغه وصیت پوره کؤلو نه چې تاسو کړے وی یا پس دَ قرض ادا کؤلو نه ف۲۷ اؤ کهٔ هغه سړے دَ چا چې میراث پاتې دے مور پلار یا اولاد هېڅ نهٔ لری یا ښځه وی دغسې ، اؤ دَ هغو یو ورور وی یا خور وی ، نو دې دواړو کښې هر یو دپاره شپږمه برخه ده۔ ف۲۸ اؤ کهٔ دَ یو نه زیات وی نو بیا دا ټول شریک دی پهٔ دریٔمه برخه کښې۔ پس دَ هغه وصیت پوره کؤلو نه چې شوی وی یا پس دَ قرض ادا کؤلو نه چې دَ نورو پکښې نقصان نهٔ وی، ف۲۹ دا دَ الله حکم دے۔ اؤ الله خبردار تحمّل کؤنکے دے۔ ف۳۰
ف۲۶: دَ مور پلار، اولاد نه پس اوس دَ ښځې خاوند دَ میراث حکم بیانیږی چې کهٔ دَ ښځې اولاد نهٔ وی نو دَ هغې پاتې مال به نیم خاوند ته ورکؤلے شی۔ اؤ کهٔ دَ ښځې اولاد وی ، صرف یو ځوئے یا یوه لور وی اؤ کهٔ زیات۔ اؤ دَ دغې خاوند نه وی کهٔ دَ بل خاوند نه۔ نو دې خاوند ته به دَ هغې پهٔ مال کښې دَ وصیت اؤ قرض ادا کؤلو نه پس څلورمه برخه ورکؤلے شی۔
ف۲۷: هم دغه شان کهٔ دَ خاوند ېٔ څهٔ اولاد نهٔ وی نو ښځې ته به دَ هغهٔ پهٔ مال کښې څلورمه برخه ورکؤلے شی۔ اؤ کهٔ اولاد ېٔ وی ، دَ دغه ښځې نه وی کهٔ دَ بلې نه۔ نو دې ښځې ته به دَ هغهٔ پهٔ مال کښې دَ وصیت اؤ قرض پوره کؤلو نه پس اتمه برخه ورکؤلے شی۔ دا حصه به دَ مال پهٔ هر یو قسم کښې وی ، نقد مال وی کهٔ سامان کهٔ وسله وی ، کهٔ کالې وی یا کور یا جائیداد۔ باقی پاتې شو دَ ښځې مهر نو کهٔ هغې دَ خاوند پهٔ ژوند وصول کړے نهٔ وی هغه پهٔ قرض کښې شمېر دے۔ هغه به دَ سره ورکؤلے شی۔
ف۲۸: دَ دې ځائې نه دَ هغه میرنی وروڼو ، خویاندو دَ میراث ذکر دے کوم چې یواځې دَ مور نه وی۔ دا خو معلومه شوے ده چې دَ مړی پلار یا ځوئے نهٔ وی نو وروڼو خویاندو ته برخه رسی۔ نو بیا وروڼه خویاندې پهٔ درے قسمه دی۔ یو خو سکه ورور خور چې دَ مور پلار دواړو نه ېٔ وی۔ دې ته (۱) عینی وائی۔ یو هغه میرنے چې پلار ېٔ یو وی ، میاندې ېٔ جدا وی۔ دې ته (۲) علاتی وائی۔ بل هغه میرنے چې مور ېٔ یوه وی پلاران ېٔ جدا وی ، دې ته (۳) اخیافی وائی۔ پهٔ دې آیت کښې دَ دغه قسم ورور خور حکم دے۔ دَ ډېرو اصحابو پهٔ قرأت کښې وَّ لَهٗۤ اَخٌ اَوْ اُخْتٌ پسې مِنَ الۡاُمِّ کلمه موجود ده۔ بهرحال دَ آیت پهٔ دې تفسیر دَ ټولو عالمانو اتّفاق دے چې کهٔ دَ مړی (سړے وی کهٔ ښځه) مور پلار یا ځوئے لور هېڅوک نهٔ وی تش یو ورور یا خور ېٔ وی دَ خپلې مور نه نو دې دواړو کښې به هر یو ته شپږمه برخه ورکؤلے شی ، دَ اخیافی ورور اؤ اخیافی خور دواړو حصه برابر برابر ده کمې زیاتې پکښې نشته۔ باقی پاتی شو نور دوه قسمه ورور خور عینی اؤ علاتی ، دَ هغوی حکم دَ اولاد پهٔ شان دے۔ کهٔ دَ مړی مور پلار یا خپل اولاد موجود نهٔ وی۔ اول حق دَعینی دے کهٔ هغه نهٔ وی نو بیا علّاتی دے۔ دَ دې سورت پهٔ آخر کښې دَ دې دواړو قسمو دَ میراث حکم هم راځی۔
فائده: دَ کَلَالَه دا تفسیر چې پلار اؤ ځوئے ېٔ نهٔ وی خو ټولو عالمانو منلے دے لېکن امام ابو حنیفهؒ فرمائی چې نیکهٔ دَ پلار پهٔ ځائې دے اؤ نمسے دَ ځوئی پهٔ ځائې۔ نو هغهٔ دا حکم هله چلوی چې دَ مړی پلار هم ژوندې نهٔ وی اؤ نیکهٔ هم۔ اؤ نهٔ ېٔ ځوئے وی ، نهٔ دَ ځوئی ځوئے (دَ هغهٔ پهٔ مذهب کښې کهٔ دَ مړی دَ پلار پلار ژوندې وی نو داسې ده لکه چې پلار ېٔ ژوندې وی ، بیا ېٔ دَ ورور خور برخه نشته۔ اؤ کهٔ دَ ځوئی ځوئے ېٔ وی نو داسې ده لکه ځوئے ېٔ ژوندې وی۔ مترجم)
دا اختلاف دَ اصحابو دَ زمانې راسې دغه شان راغلے دے۔
ف۲۹: یعنی کهٔ اخیافی وروڼه خویاندې دَ یو نه زیاتې وی نو دوه اؤ کهٔ زیات هر څومره چې وو هغه ټول به دَ مال پهٔ دریٔمه برخه کښې شریک وی۔ اؤ پهٔ وړومبی شکل کښې شپږمه اؤ پهٔ دویٔم شکل کښې دریٔمه دَ وصیت اؤ قرض نه چې څهٔ پاتې شی پهٔ هغې کښې ورکؤلے شی۔ د ټول مال شپږمه یا دریٔمه نهٔ ده۔ اؤ وصیت پهٔ میراث باندې هله مخکښې دے چې دې کښې چا ته نقصان نهٔ وی رسؤلے شوے۔ دَ نقصان دوه شکله دی۔ (۱) یو خو دا چې دَ دریٔمې برخې مال نه ېٔ زیات وصیت کړے وی۔ (۲) بل دا چې دَ داسې کس دپاره ېٔ وصیت کړے وی دَ کوم چې پهٔ میراث کښې هم حصه وی۔ داسې قسم وصیت جائز نهٔ دے۔ البته کهٔ ټول وارثان پهٔ خپله خوښه دا خبره قبوله کړی۔ اؤ پهٔ خپله خوښه ووائی چې هر څهٔ چې وی دَ مړی دا وصیت دې پوره شی نو خیر دے۔ اؤ کهٔ وارثان پرې رضا نهٔ وی نو دَ دریمې نه زیات وصیت به نهٔ پوره کیږی۔
فائده: دَ وارثانو دا خطره وه چې وصیت یا قرض به ادا نهٔ کړی ، ټول مال به ځان ته کړی۔ ځکه بیا بیا څو ځله دَ وصیت اؤ قرض حکم پهٔ تاکید سره بیان شو۔ اؤ وصیت چونکې یو احسان وی اؤ اکثر دَ خیراتی کار وی څوک خاص کس پکښې مدعی نهٔ وی دَ دې وجې نه پرې قرض مخکښې ذکر شو۔ دَ قرض غوښتونکے وی ځکه وروستو شو۔ ګنې دَ قرض درجه دَ وصیت نه مخکښې ده۔ بل دا چې وصیت دَ مړی حق دے لکه کفن دفن وغېره۔ اؤ وراثت اؤ قرض دَ بل حق دے نو دَ مړی حق وړومبے دے ، ځکه وصیت وړومبے ذکر شو۔ اؤ دلته چې کوم دَ غَیْرَ مُضَارٍّ قید لګېدلے دے۔ دَ دغه قید لحاظ دَ وصیت سره پهٔ هر ځائې کښې ضروری دے۔
ف۳۰: دَ رکوع دَ سر نه تر دې وخته چې کوم میراثونه بیان شو دا پنځهٔ قسمه دی: (۱) لور ځوئے (۲) مور پلار (۳) ښځه خاوند اؤ (۴) اخیافی ورور خور۔ دې پنځو ته ذوی الفروض وائی چې دَ دوی حصې مقررې شوے دی۔ دَ میراث حکم بیانؤلو نه پس دَ زیاتی تاکید دپاره ووئیلی شو چې دا دَ الله تعالیٰ حکم دے۔ دَ دې منل ضروری دی۔ الله تعالیٰ ته ټول معلوم دی چې څوک حکم منی اؤ څوک نافرمانی کوی ، څوک پهٔ وصیت اؤ قرض اؤ دَ میراث پهٔ تقسیم کښې انصاف کوی اؤ څوک بې انصافی کوی۔ اؤ نورو ته نقصان رسوی۔ الله تعالیٰ ته هر څهٔ معلوم دی باقی کهٔ ظالم ته په سزا کښې څهٔ تاخیر وشی نو پهٔ دې دهوکه مهٔ خوریٔ۔ دَ الله تحمّل ډېر زیات دے بنده ته مهلت ورکوی۔ پهٔ سزا کښې جلدی نهٔ کوی۔
فائده: دَ ذوی الفراضو نه علاوه نور وارثان هم شته چې هغوی ته عصؔبه وئیلی شی۔ دَ هغوی دپاره څهٔ مقرره حصه نشته خو دَ ذوی الفروضو نه چې څهٔ زیات شی هغه به پهٔ هغوی تقسیمیږی۔ اؤ کهٔ دَ چا عصبه وی اؤ پهٔ دوی الفروضو کښې څوک ژوندی نهٔ وی نو دَهغهٔ ټول مال به پهٔ عصبه ؤ تقسیمیږی۔ عصبه سړی وی ښځې نهٔ وی۔ سړی هم هغه چې دَ مړی دَ پلار دَ طرفه خپلوان وی۔ دَ هغهٔ اؤ دَ مړی دَ خپلویٔ ترمینځه دَ ښځې واسطه نهٔ وی۔ عصبه څلور درجې دی۔ (۱) اوله درجه کښې ځوئے اؤ دَ ځوئی ځوئے دے۔ (۲) دویٔمه درجه کښې پلار اؤ دَ پلار پلار دے۔ (۳) دریٔمه درجه کښې ورور اؤ ورارهٔ دی۔ (۴) څلورمه درجه کښې ترهٔ اؤ دَ ترهٔ ځوئے دے۔ کهٔ عصبه ګڼ کسان وی نو کوم چې مړی ته زیات نژدے وی هغه اول حقدار دے لکه دَ نمسی نه ېٔ ځوئے مخکښې دے۔ دَ ورارهٔ نه ېٔ ورور مخکښې دے۔ بیا دَ میرنی نه خپل ورور مخکښې دے ، دَ دې څلورو نه مخکښې بیا پهٔ اولاد کښې اؤ پهٔ وروڼو کښې دَ سړیو سره شریکې ښځې هم عصبه کېدے شی۔ لکه دَ ځوئی سره لور ، دَ ورور سره خور به هم عصبه شی۔ خو دا عصبه اصلی نهٔ دی ، غېر اصلی دی۔ خو دَ اولاد اؤ وروڼو نه علاوه بل چا سره ښځې عصبه کېدے نهٔ شی لکه دَ ترهٔ ځوئے عصبه دے خو دَ هغهٔ سره بیا دَ ترهٔ لور عصبه نهٔ ده۔
فائده: دَ امام ابو حنیفهؒ پهٔ مذهب دَ دې دوؤ قسمو وارثانو نه علاوه یو دریٔم قسم وارث هم دے چې هغې ته ذوی الارحام وائی۔ یعنی دَ مړی داسې خپلوان چې پهٔ هغې کښې دَ ښځو واسطه وی۔ اؤ ذوی الفروضونه نهٔ دی لکه دَ لور ځوئے ، نمسې ، دَ مور پلار نیکهٔ ، دَ خور ځوئے (خوریٔے) ، ماما، دَ پلار خور اؤ دَ مور خور اؤ دَ هغوی اولاد۔ کهٔ دَ یو مړی ذوی الفروض اؤ عصبه هېڅوک ژوندی نهٔ وی نو دَ هغهٔ میراث به ذوی الارحامو ته ځی۔
تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ١ؕ وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ وَ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۝۱۳
دا دَ الله مقرر کړی حدونه دی ، اؤ څوک چې دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول پهٔ حکم چلیږی ، هغه به داسې باغونو کښې ننه باسی چې بهیږی دَ هغې لاندې نهرونه ، دوی به پهٔ دې کښې همېشه وسی اؤ هم دغه غټه کامیابی ده۔
وَ مَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ یَتَعَدَّ حُدُوْدَهٗ یُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِیْهَا١۪ وَ لَهٗ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ۠۝۱۴
اؤ څوک چې دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول نافرمانی کوی اؤ دَ هغهٔ دَ حدونو نه بهر ته وځی هغه به اور کښې واچوی اؤ همېشه به اور کښې پراتهٔ وی۔ اؤ دَ هغوی دپاره دَ ذلّت عذاب دے ف۳۱
ف۳۱: یعنی دا ټول احکام دَ میراث اؤ دَ یتیمانو دَ حقونو اؤ دَ وصیت دَ الله تعالیٰ مقرر کړے قانون دے۔ څوک چې دَ الله تعالیٰ دَ احکامو تابعداری کوی چې پهٔ هغې کښې دا حکام هم شامل دی هغه به همېشه دپاره پهٔ جنت کښې وی۔ اؤ څوک چې دَ الله دَ احکامو نافرمانی کوی اؤ دَ شریعت دَ حدودو نه بالکل بهرته وځی هغه به همېشه دپاره پهٔ دوزخ کښې وی اؤ دَ ذلت اؤ رسواییٔ پهٔ عذاب کښې به ګرفتار وی۔
وَ الّٰتِیْ یَاْتِیْنَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ فَاسْتَشْهِدُوْا عَلَیْهِنَّ اَرْبَعَةً مِّنْكُمْ١ۚ فَاِنْ شَهِدُوْا فَاَمْسِكُوْهُنَّ فِی الْبُیُوْتِ حَتّٰی یَتَوَفّٰهُنَّ الْمَوْتُ اَوْ یَجْعَلَ اللّٰهُ لَهُنَّ سَبِیْلًا۝۱۵
اؤ څوک چې بدکاری وکړی دَ ستاسو پهٔ ښځو کښې ، نو ګواهان حاضر کړیٔ پهٔ هغوی باندې څلور سړی خپلو کښې ، نو کهٔ هغوی ګواهی ورکړه نو دا ښځې پهٔ کورونو کښې بندې کړیٔ تر دې چې مرګ ېٔ واخلی۔ یا الله تعالیٰ ورته څهٔ لار مقرر کړی۔ ف۳۲
ف۳۲: دَ ورثت اؤ یتیمانو دَ حقونو نه پس اوس دَ خپلوانو متعلق نور احکام بیانیږی۔ وړومبے دَ ښځو متعلق یو څو خبرې بیانیږی چې ښځې پهٔ قبضه کښې ساتل ضروری دی۔ خو دَ جاهلیت دَ زمانې پهٔ شان تکلیف ورکؤل اؤ ورسره ډېره سختی کؤل ښهٔ نهٔ دی۔ دَ اسلام نه مخکښې به عربو دَ ښځو سره ډېر زیاتې کؤلو۔ پهٔ دې آیت کښې دا حکم دے کهٔ دَ چا پهٔ ښځه باندې دَ زناکاریٔ شک وی نو پکار ده چې پهٔ هغې باندې څلور ګواهان آزاد مسلمانان عاقلان سړی پېش کړی۔ کهٔ څلورو ګوهانو ګواهی وکړه نو ښځه دې پهٔ کور کښې بنده وساتی۔ بهر وتو ته اؤ چا سره ملاقات ته دې ېٔ نهٔ پریږدی۔ تر دې پورې چې هغه ښځه مړه شی یا دَ هغې پهٔ حق کښې الله تعالیٰ دَ سزا څهٔ حکم نازل کړی (تر دې وخته پورې دَ زنا دَ سزا حکم لا نهٔ وهٔ نازل شوے) څهٔ موده پس بیا پهٔ سورتِ نور کښې دا حکم نازل شو چې دَ زنا ثبوت وشی نو دَ جینۍ دپاره سل (۱۰۰) دُرې سزا ده اؤ دَ وادهٔ کړی دپاره پهٔ کاڼو ویشتل دی۔
وَ الَّذٰنِ یَاْتِیٰنِهَا مِنْكُمْ فَاٰذُوْهُمَا١ۚ فَاِنْ تَابَا وَ اَصْلَحَا فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمَا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا۝۱۶
اؤ کهٔ پهٔ تاسو کښې دوه سړی دغه بد کار وکړی نو ورته زورنه ورکړیٔ، ف۳۳ بیا کهٔ هغوی دواړو توبه ویسته اؤ خپله اصلاح ېٔ وکړه نو دَ هغوی خیال پرېږدیٔ ، بې شکه الله توبه قبلؤنکے مهربانه دے۔ ف۳۴
ف۳۳: یعنی دوه کسان۔ یو سړے اؤ یوه ښځه وی اؤ کهٔ دواړه سړی وی کهٔ ناکاروالے وکړی نو دَ هغوی سزا اجمالی طور دا بیان شوه چې څهٔ زورنه ورکړیٔ۔ بد رد ورته ووائی یا یو څو څپېړے څنګه چې قاضی پهٔ هغه وخت مناسب وګڼل۔ تر دې وخته لا دَ زنا حد نهٔ وهٔ مقرر شوے۔ بیا چې وروستو پهٔ سورتِ نور کښې دَ زنا دَ سزا حد مقرر شو نو هلته دَ سړیو دَ بدکاریٔ متعلق څهٔ خاص حکم نهٔ دے نازل شوے نو پهٔ دې کښې اوس دَ عالمانو اختلاف دے چې دَ لواطت یعنی دَ دوؤ نرانو دَ بدکاریٔ هم دغه حکم دے کوم چې دَ زنا دے اؤ کهٔ دَ هغې هغه زوړ حکم پاتې دے چې قاضی څومره زورنه مناسب ګڼی۔ اؤ کهٔ دَ دوؤ سړیو سزا قتل دے ، پهٔ توره یا پهٔ بله طریقه۔
فائده: دې آیت نه ځنې عالمانو دَ زنا مطلب اخستې دے۔ اؤ ځنې عالمانو دَ لوطؑ دَ قوم فعل اؤ ځنو وئیلی دی چې دواړو ته شامل دے۔
ف۳۴: یعنی دَ مناسب سزا ورکؤلو نه پس کهٔ هغهٔ توبه وویسته اؤ دَ مخکښې دپاره ېٔ خپل عمل سم کړو نو بیا ترېنه تاسو واؤړیٔ۔ خامخا مهٔ ورپسې کېږیٔ۔ الله تعالیٰ توبه قبلؤنکے دے نو تاسو ېٔ هم معاف کړیٔ۔
اِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَی اللّٰهِ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ یَتُوْبُوْنَ مِنْ قَرِیْبٍ فَاُولٰٓىِٕكَ یَتُوْبُ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا۝۱۷
توبه خو الله تعالیٰ ضرور دَ هغه چا قبلوی چې څهٔ ناکاره کار کوی دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه۔ بیا ډېر زر توبه وباسی۔ نو دغه کسان الله تعالیٰ معاف کوی ، اؤ الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ خبردار اؤ دَ حکمت خاوند دے۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی توبه خو داسې شے دے چې الله تعالیٰ ورباندې سنګین ګناهونه معاف کوی لېکن دا خیال هم ساتل ضروری دی۔
الله تعالیٰ چې پهٔ خپل فضل دَ بندګانو توبه قبلؤل منظور کړی دی نو دا پهٔ اصل کښې دَهغه کسانو دپاره دی چې پهٔ ناپوهیٔ ترېنه څهٔ دَ ګناه کار وشی چې پوهه شی ورباندې ستومانه وی۔
اؤ ډېر زر توبه وباسی نو دَ داسې خلقو توبه الله تعالیٰ قبلوی اؤ دَ هغهٔ ګناه معاف کوی۔ الله تعالیٰ ته هر څهٔ معلوم دی چې چا پهٔ ناپوهیٔ ګناه کړے وی اؤ چا پهٔ اخلاص توبه ویستې وی۔ اؤ دَ حکمت خاوند دے ، دَ چا توبه قبلؤل چې دَ حکمت موافق وی دَ هغهٔ توبه قبلوی۔
فائده: دَ ناپوهیٔ اؤ ډېر زر توبه ویستو دَ قید نه دا معلومه شوه چې دَ چا نه پهٔ ناپوهیٔ ګناه وشی اؤ دَ پوهې نه پس زر توبه وباسی نو دَ عدل اؤ حکمت تقاضا دا ده چې دا توبه ضرور قبوله شی اؤ څوک چې سره دَ پوهې دَ الله دَ حکم پهٔ نافرمانیٔ زړهٔ ورتیا کوی یا دَ خبرېدو نه پس هم پهٔ توبه کښې تاخیر کوی ، دَ عدل اؤ حکمت تقاضا دا ده چې دَ هغهٔ توبه بیا دَ قبلېدو قابله نهٔ ده۔ اوس کهٔ الله تعالیٰ دَ دواړو توبه قبلوی نو دا دَ هغهٔ خپل رحم اؤ پهٔ بنده احسان دے۔ لېکن دَ قبلېدو ذمه داری پهٔ اول حالت کښې ده پهٔ دویٔمه کښې نشته۔
وَ لَیْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ١ۚ حَتّٰۤی اِذَا حَضَرَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ اِنِّیْ تُبْتُ الْـٰٔنَ وَ لَا الَّذِیْنَ یَمُوْتُوْنَ وَ هُمْ كُفَّارٌ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا۝۱۸
اؤ نشته توبه قبلؤل دَ هغه کسانو چې پهٔ مخه ناکاره کارونه کوی تر دې چې مخامخ ښکاره شی پهٔ دوی کښې چا ته مرګ ، نو وائی چې زهٔ اوس توبه وباسم۔ اؤ نهٔ دَ هغه کسانو توبه چې مړهٔ شی دَکفر پهٔ حالت کښې۔ دَ هغو دپاره خو مونږ دردناک عذاب تیار کړے دے۔ ف۳۶
ف۳۶: اؤ دَ داسې خلقو توبه نهٔ قبلیږی څوک چې همېشه ګناهونه کوی اؤ تر هغې نهٔ منع کیږی تر څو چې ېٔ دَ مرګ یقین نهٔ وی راغلے۔ چې مرګ پهٔ سترګو ووینی یعنی یقین ېٔ راشی چې بس دے اوس مرم نو پهٔ هغه وخت توبه وباسی (یعنی دَ ځنکدن پهٔ وخت) اؤ دَ هغه کسانو توبه هم نهٔ قبلیږی څوک چې دَ کفر پهٔ حالت کښې مړ شی اؤ چې دَ آخرت عذاب پهٔ سترګو ووینی نو بیا توبې وباسی۔ داسې کسانو دپاره دَ دوزخ عذاب تیار پروت دے۔
فائده: مونږ چې دَ آیت کوم مطلب بیان کړو ، دا دَ محققینو عالمانو دَ تحقیق موافق دے۔ پهٔ دې طریقه کښې دا خوبی ده چې دَ بِجَھَالَۃٍ اؤ مِنۡ قَرِیۡبٍ قیدونه پهٔ خپلې ظاهری معنٰی باقی دی اؤ دَ عَلَی اللہِ معنٰی هم بې تکلیفه جوړیږی۔ دلته دَ توبې قبلؤلو اؤ نهٔ قبلؤلو دَ ذکر نه مطلب دا دے چې معلومه شی چې هره یوه توبه خامخا نهٔ قبلیږی۔ دَ قبلېدو دپاره څهٔ شرطونه دی چې دَ توبې پهٔ اعتماد څوک پهٔ ګناهونو زړهٔ ور نهٔ شی۔ اکثرو مفسرینو پهٔ دې آیتونو کښې دَ جهالت قید اخترازی نهٔ دے منلې بلکې قیدِ اتفاقی ېٔ ګڼی۔ چې ګناه همېشه دَ جهالت اؤ حماقت پهٔ وجه کیږی اؤ دَ مِنۡ قَرِیۡبٍ مطلب دَ مرګ نه مخکښې اخلی چې دَ دنیا ژوند هسې هم لږ دے نو دَ مرګ نه مخکښې هر څومره وخت چې وی هغه مِنۡ قَرِیۡبٍ کښې راځی۔ مطلب دا شو چې دَالله تعالیٰ دَ توبې قبلؤلو وعده دَ هغه چا سره ده څوک چې پهٔ ناپوهیٔ ګناه کوی اؤ بیا دَ مرګ نه مخکښې توبه وباسی اؤ څوک چې دَ ځنکدن پهٔ وخت کښې توبه وباسی یا څوک چې دَ کفر پهٔ حالت کښې مړهٔ شی ، دَ هغوی توبه هرګز نهٔ قبلیږی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَرِثُوا النِّسَآءَ كَرْهًا١ؕ وَ لَا تَعْضُلُوْهُنَّ لِتَذْهَبُوْا بِبَعْضِ مَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ١ۚ وَ عَاشِرُوْهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ١ۚ فَاِنْ كَرِهْتُمُوْهُنَّ فَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّ یَجْعَلَ اللّٰهُ فِیْهِ خَیْرًا كَثِیْرًا۝۱۹
اے ایماندارو ! حلال نهٔ دی تاسو ته چې پهٔ میراث کښې قبضه کړیٔ ښځې پهٔ زبردستیٔ ، اؤ مهٔ بندویٔ ښځې دې دپاره چې واخلیٔ ترېنه ځنې مال هغه چې تاسو ورکړے وهٔ ، مګر پهٔ هغه وخت کښې چې هغوی وکړی ښکاره دَ بې حیاییٔ کار ف۳۷ اؤ ګزاره کویٔ دَ ښځو سره پهٔ ښهٔ شان ، بیا کهٔ هغوی ستاسو خوښې نهٔ وی نو شاید چې یو شے ستاسو خوښ نهٔ وی۔ اؤ الله اچؤلے وی پهٔ هغې کښې ستاسو دپاره ډېر خیر۔ ف۳۸
ف۳۷: دَ اسلام نه مخکښې پهٔ عربو کښې دا رواج وهٔ چې څوک به مړ شو نو دَ هغهٔ پهٔ ښځه به دَ مړی ورور یا بل وارث قبضه وکړه بیا به ېٔ کله خپله پهٔ نکاح واخسته اؤ کله به ېٔ بل چا ته پهٔ نکاح ورکړه اؤ دَ هغې پهٔ مهر به ېٔ دَ نور مال سره خپله قبضه وکړه۔ ښځې ته به ېٔ نهٔ ورکؤلو۔ اؤ نهٔ ښځې پهٔ خپل اختیار بله نکاح کؤلے شوه۔ اؤ کله به ېٔ نهٔ خپله اخسته اؤ نهٔ به ېٔ بل چا ته پهٔ نکاح کؤله۔ ټول عمر به ېٔ دغسې قید کښې ساتله اؤ دَ هغې مال به ېٔ خوړو۔ اسلام دا ظلم بند کړو۔ پهٔ دې آیت کښې حکم نازل شو چې دَ ښځې خاوند مړ شی نو هغې ته اختیار دے چې پهٔ خپله خوښه بل خاوند وکړی۔ دَ خاوند ورور یا بل وارث ته دا اختیار نشته چې دَ ښځې دَ رضا نه بغېر پهٔ هغې نکاح وتړی۔ یا ېٔ دَ بلې نکاح نه دې دپاره منع کړی چې هغه مجبوره شی اؤ دَ خاوند پهٔ مال کښې دوی ته څهٔ شے ورکړی۔ البته کهٔ هغه څرګنده بد چلنه وی نو بیا ېٔ دَ بلې نکاح نه منع کؤلے شی (دَ سزا پهٔ طور)۔
ف۳۸: یعنی دَ ښځو سره بې ځایه سختی ، سپکاوے اؤ بد سلوکی مهٔ کویٔ۔ پهٔ خبرو اترو اؤ نورو معاملو کښې ورسره نرمی اؤ ګذاره کویٔ اؤ کهٔ دَ هغوی ځنې عادتونه مو خوښ نهٔ وی نو هم صبر کویٔ۔ کېدے شی چې هغې کښې نورې داسې خوبۍ وی چې دَ هغې نه الله تعالیٰ تاسو ته دینی یا دنیوی فائده درسوی۔ بهرحال دَ بد خویه سره خپله هم بد خویه کېدل نهٔ دی پکار۔ صبر اؤ تحمّل پکار دے اؤ لویه سینه ساتل پکار دی۔
وَ اِنْ اَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ١ۙ وَّ اٰتَیْتُمْ اِحْدٰىهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَاْخُذُوْا مِنْهُ شَیْـًٔا١ؕ اَتَاْخُذُوْنَهٗ بُهْتَانًا وَّ اِثْمًا مُّبِیْنًا۝۲۰
اؤ کهٔ تاسو بدلؤل غواړیٔ دَ یوې ښځې پهٔ ځائې بله ښځه۔ اؤ تاسو ورکړے وی یوې ښځې ته ډېر مال ، نو مهٔ واپس کویٔ دَ هغې نه څهٔ څیز۔ آیا تاسو ېٔ اخستل غواړیٔ دَ هغوی نه پهٔ ناحقه اؤ پهٔ ښکاره ګناه۔ ف۳۹
ف۳۹: دَ اسلام نه مخکښې پهٔ عربو کښې یو خراب رواج دا هم وهٔ چې یوه ښځه به دَ سړی خوښه نهٔ وه نو دَ هغې دَ پرېښو اؤ دَ بل وادهٔ نیت به ېٔ وکړو۔ نو پهٔ هغه ښځه به ېٔ څهٔ تور پورې کړو۔ بې ځایه تکلیفونه به ېٔ ورکؤل۔ سختی به ېٔ ورسره کؤله چې دا مجبوره شی اؤ کوم مهر چې ېٔ اخستې دے هغه واپس کړی چې دا واخله خو ما پرېږده۔ هغهٔ به ترېنه مهر واپس واخستو اؤ پهٔ هغې به ېٔ بل وادهٔ وکړو۔ پهٔ دې آیت کښې دا ناکاره رواج منع شوے دے ، چې کهٔ ورومبیٔ ښځه پرېږدیٔ اؤ بل وادهٔ ته مو نیت وی نو دَ هغې نه مهر واپس مهٔ اخلیٔ اؤ مهٔ ورباندې ناحق تهمت لګویٔ۔ دا ظلم اؤ سخته ګناه ده۔
وَ كَیْفَ تَاْخُذُوْنَهٗ وَ قَدْ اَفْضٰی بَعْضُكُمْ اِلٰی بَعْضٍ وَّ اَخَذْنَ مِنْكُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا۝۲۱
اؤ څنګه ېٔ اخستې شیٔ اؤ رسېدلے دے تاسو کښې یو بل ته اؤ اخستې ده هغه ښځو دَ تاسو نه پخه وعده ف۴۰
ف۴۰: یعنی چې ښځه اؤ سړے دَ نکاح نه پس یوځائې شو نو اوس پهٔ سړی پوره مهر ورکؤل واجب دی۔ اوس ېٔ ترېنه بیا څنګه واپس اخلیٔ؟ البته کهٔ ښځه ېٔ درته پهٔ خپله رضا معاف کوی نو دا بیله خبره ده ، دَ هغې مال دے دې سړی ته ېٔ ورکوی اؤ کهٔ بل چا ته ېٔ بخښی کهٔ هر څهٔ چې ورسره کوی۔
اؤ دَ نکاح پهٔ وخت خو تاسو دَ ښځو سره پخه وعده کړے ده چې باقی ژوند به سره یو ځائې تېروو اؤ دَ یو بل حقونه به ښهٔ پهٔ خوشحالیٔ پوره کوو۔ دَ دغې وعدې پهٔ وجه خو تاسو دَ هغوی پهٔ جسم قبضه کړے ده اؤ هغوی ستاسو پهٔ پوره تصّرف کښې راغلی دی نو اوس ولې دَ خپل اقرار نه واپس کېږیٔ؟
فائده: څنګه چې دَ کوروالی نه پس پهٔ سړی پوره مهر واجب کیږی ، دغه شان کهٔ جدا ځائې کښې سره یو ځائې شو نو کهٔ دَ کوروالی نوبت نهٔ وی راغلے هم مهر به پوره ورکوی ، دې ته خلوتِ صحیحه وائی۔ اؤ کهٔ دَ خلوت موقع هم نهٔ وی راغلے اؤ سړی طلاق ورکړو ، صرف نکاح تړلو نه پس نو بیا به نیم مهر ورکوی۔
وَ لَا تَنْكِحُوْا مَا نَكَحَ اٰبَآؤُكُمْ مِّنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً وَّ مَقْتًا١ؕ وَ سَآءَ سَبِیْلًا۠۝۲۲
اؤ نکاح مهٔ تړیٔ دَ هغه ښځو سره چې ورسره نکاح تړلے ده ستاسو پلارانو ، مګر څهٔ چې مخکښې تیر شوی دی ، بې شکه دا بې حیائی ده اؤ دَ غصې کار دے ، اؤ ناکاره چلن دے۔ ف۴۱
ف۴۱: دَ اسلام نه مخکښې عربو دَ خپلې میرنے مور سره اؤ ځنې نورو محرماتو سره نکاح کؤله۔ پهٔ اسلام کښې دَ دې نه منع وشوه چې کومه ښځه ستاسو دَ پلار پهٔ نکاح کښې راغلے وی دَ هغې سره نکاح مهٔ کویٔ۔ دا ډېره دَ بې حیاییٔ اؤ دَ الله تعالیٰ دَ غصې اؤ نفرت خبره ده اؤ ډېر ناکاره رواج دے۔ دَ اسلام نه مخکښې هم پوهه کسانو داسې نکاح ښهٔ نهٔ ګڼله اؤ داسې نکاح ته به ېٔ ”نکاحِ مَقۡت“ وې (مقت وائی نفرت اؤ کینې ته) دا داسې نکاح نه پیدا شوی اولاد ته به ”مقتی“ وئیلی شو۔ لکه دَ حرامی پهٔ شان به ورته پهٔ ښهٔ نظر نهٔ شو کتے۔ نو داسې نکاح چې دَ دې حکم دَ نازلېدو نه مخکښې چا کړے وی ، هغه خو چې څهٔ شوی هغه شوی دی۔ دَ کفر دَ نورو ګناهونو پهٔ شان به دا هم الله تعالیٰ معاف کړی هغه غفور اؤ رحیم دے۔
فائده: دَ پلار پلار اؤ دَ مور پلارهم دَ پلار پهٔ حکم کښې دے۔ نیکهٔ هر څومره پهٔ بره کهٔ وی (یعنی خپل نیکهٔ ، دَ پلار نیکهٔ یا دَ نیکهٔ نیکهٔ کهٔ وی) دا ټول دَ پلار پهٔ حکم کښې دی۔ دَ هغوی منکوحه حرامه ده۔
حُرِّمَتْ عَلَیْكُمْ اُمَّهٰتُكُمْ وَ بَنٰتُكُمْ وَ اَخَوٰتُكُمْ وَ عَمّٰتُكُمْ وَ خٰلٰتُكُمْ وَ بَنٰتُ الْاَخِ وَ بَنٰتُ الْاُخْتِ وَ اُمَّهٰتُكُمُ الّٰتِیْۤ اَرْضَعْنَكُمْ وَ اَخَوٰتُكُمْ مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَ اُمَّهٰتُ نِسَآىِٕكُمْ وَ رَبَآىِٕبُكُمُ الّٰتِیْ فِیْ حُجُوْرِكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕكُمُ الّٰتِیْ دَخَلْتُمْ بِهِنَّ١٘ فَاِنْ لَّمْ تَكُوْنُوْا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ١٘ وَ حَلَآىِٕلُ اَبْنَآىِٕكُمُ الَّذِیْنَ مِنْ اَصْلَابِكُمْ١ۙ وَ اَنْ تَجْمَعُوْا بَیْنَ الْاُخْتَیْنِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًاۙ۝۲۳
حرام کړې شوی دی تاسو باندې ستاسو میاندې اؤ ستاسو لوڼه اؤ خویاندې اؤ تروریانې اؤ ماسی ګانې اؤ دَ ورور لوڼه ، اؤ دَ خور لوڼه ف۴۲ اؤ هغه میاندې چې تاسو ته ېٔ پئ درکړی دی اؤ دَ پیو شریکې خویاندې ف۴۳ اؤ دَ ستاسو دَ ښځو میاندې اؤ ستاسو دَ ښځو هغه لوڼه چې ستاسو پهٔ ورثه کښې دی دَ هغه ښځو نه پیدا چې تاسو ورسره کوروالې کړے دے ، اؤ کهٔ تاسو ورسره کوروالې نهٔ وی کړے نو بیا پهٔ دې نکاح کښې پهٔ تاسو هېڅ ګناه نشته اؤ ستاسو دَ ځامنو ښځې ، هغه ځامن چې ستاسو دَ پشت نه وی اؤ دا هم (حرام دی) چې جمع کړیٔ دوه خویاندې پهٔ یو نکاح کښې ، مګر څهٔ چې مخکښې تیر شوی دی ، بې شکه الله تعالیٰ نخښونکے مهربانه دے۔ ف۴۴
ف۴۲: دَ میرنے مور دَ حرمت بیانؤلو نه پس اوس دَ کومو ښځو سره چې نکاح جائز نهٔ ده هغه ټولې بیانیږی اؤ دا څو قسمه دی۔
یو هغه چې دَ نسب دَ تعلق پهٔ وجه حرامې دی۔
دویٔم چې دَ پیو څکلو دَ تعلق پهٔ وجه حرامې دی۔
دریٔم هغه چې دَ نکاح دَ تعلق پهٔ وجه حرامې دی۔
اول قسم ته محرمات نسبی وئیلې شی ، دویٔم ته محرمات رضاعی اؤ دریٔم ته محرمات مصاهره۔
(۱) دَ نسب پهٔ وجه چې کومې ښځې حرامې دی هغه ووهٔ (۷) دی۔
(۱)مور (۲) لور (۳) خور (۴) دَ پلار خور (۵) دَ مور خور (۶) ورېره (۷) خورزه۔
فائده: (۱) دَ مور پهٔ حکم کښې دَ مور مور ، دَ پلار مور اؤ دغه شان پهٔ بره تر لرې پورې هر څومره چې وی شامل دی۔ (۲) پهٔ خور کښې عینی ، علاتی اؤ اخیافی درے واړه شاملې دی۔ (۳) پهٔ لور کښې دَ لور لور اؤ دَ هغې لور۔ پهٔ کوزه ټول اولاد پکښې شامل دے۔ (۴) پهٔ ترور کښې دَ پلار خور ، دَ نیکهٔ خور ، دَ نیکهٔ دَ پلار خور اؤ دغسې پهٔ بره ټولې شاملې دی ، (۵) اؤ ترور (خاله) کښې دَ مور خور ، دَ نیا خور ، دَ نیا دَ مور خور اؤ دغسې پهٔ بره ټولې شاملې دی۔ (۶) اؤ پهٔ ورېره کښې دَ سکه اؤ علاتی ، اخیافی درے واړه وروڼو لوڼه اؤ دَ هغه لوڼو لوڼه پهٔ کوزه دغسې ټولې راځی۔ (۷) اؤ پهٔ خورزه کښې دَ درے واړه قسمو خویاندو اولاد اؤ دَ هغوی دَ اولاد اولاد دغسې پهٔ کوزه ټول شامل دی۔
ف۴۳: دَ نسبی تعلق نه پس اوس (۲) رضاعی تعلق بیانیږی پهٔ دې کښې دوه قسمه دی مور اؤ خور (یعنی دَ کومې دائی پئ چې وړوکی څښلی وی هغه ېٔ مور ده اؤ دَ دائی کومې ماشومې سره چې ېٔ څښلی وی هغه ېٔ خور ده) دَ مور اؤ خور پهٔ لفظ کښې دې طرف ته اشاره ده چې دَ نسب دَ وجې نه کومې ووهٔ(۷) رشتې حرامې دی ، دَ پیو دَ تعلق پهٔ وجه به هم دغه رشتې حرامې وی۔ یعنی رضاعی لور ، ترور ، ماسی ، وریره ، خورزه هم حرامې دی۔ پهٔ احادیثو کښې دا تفصیل موجود دے۔
ف۴۴: دَ دې ځائې نه دَ (۳) محرّماتِ مصاهره ذکر دے۔ یعنی دَ نکاح پهٔ وجه چې کوم تعلق جوړیږی۔ پهٔ دې کښې دوه قسمه دی۔ یو هغه چې همېشه دپاره حرامې دی ، هغه دَ ښځې مور اؤ دَ ښځې لور ده۔ (کومې ښځې سره چې کوروالې شوے وی) کهٔ صرف نکاح تړلو نه پس ېٔ بیا طلاق ورکړے وی نو خیر دے۔ دویٔم قسم هغه دے چې دَ هغې حراموالے همېشه دپاره نهٔ دے خو څو پورې چې دغه ښځه ستا پهٔ نکاح کښې وی تر هغه وخته دَ ښځې دَ دغه خپلوانو سره نکاح حرامه ده۔ کهٔ ښځه مړه شوه یا ېٔ طلاق ورکړو نو بیا خیر دے۔ هغه یو خو دَ ښځې خور ده ، دغسې دَ ښځې ترور ، ماسی ، وریره ، خورزه۔ تر څو چې ښځه پهٔ نکاح کښې وی دَ دې کسانو سره نکاح جائز نهٔ ده۔
فائده: پهٔ آیت کښې دا حکم چې ستاسو دَ ځامنو ښځې هم حرامې دی ، داسې ځامن چې ستاسو دَ پشت نه وی۔ دَ دې مطلب دا دے چې دَ خپل نسبی ځوی ښځه حرامه ده۔ اؤ هسې پهٔ خلهٔ کهٔ ېٔ چا ته ځوئے وئیلې وی چې هغې ته مُتؔبنّٰی وئیلې شی۔ دَ هغهٔ ښځه حرامه نهٔ ده۔ دا قید احتراز دَ مُتؔبنّٰی نهٔ دے دَ رضاعی اولاد نه نهٔ دے ( دَ رضاعی ځوی ښځه هم لکه دَ خپل ځوی حرامه ده)
رَبِیۡبَہ: یو سړے چې کونډه ښځه واخلی دَ هغې سره دَ بل خاوند نه لور وی۔ هغه پرکټۍ لور ته رَبِیۡبَہ وئیلے شی۔ دَ ”فِیۡ حُجُوۡرِکُمۡ“ مطلب دا دے چې دَ هغې ساتنه هم بنده لکه دَ خپل اولاد کوی (خو کهٔ دَ دهٔ پهٔ پرورش کښې نهٔ وی هم ورسره نکاح جائز نهٔ ده) دا قید خو صرف دَ تعلق څرګندؤلو دپاره دے چې هغه هم دَ خپل اولاد پهٔ شان وی۔ بنده ېٔ دَ خپل اولاد پهٔ شان ساتی۔