پارہ 11

یَعْتَذِرُوْنَ اِلَیْكُمْ اِذَا رَجَعْتُمْ اِلَیْهِمْ١ؕ قُلْ لَّا تَعْتَذِرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّاَنَا اللّٰهُ مِنْ اَخْبَارِكُمْ١ؕ وَ سَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَ رَسُوْلُهٗ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۹۴
دوی به عذرونه پېش کوی تاسو ته ، کله چې تاسو دوی ته واپس ورسیٔ۔ ورته ووایه عذرونه مهٔ پېش کویٔ زهٔ پهٔ تاسو هېچرې اعتبار نهٔ کؤم۔ زهٔ الله ستاسو دَ حالونو نه خبر کړے یم۔ اؤ اوس به ګوری الله ستاسو کارونه اؤ دَ الله رسول۔ بیا به تاسو واپس ګرځیٔ هغه الله ته چې خبر دے پهٔ ټولو پټو اؤ څرګندو کارونو نو هغه به تاسو ته وښیٔ څهٔ چې تاسو کؤل ف۱۰۶
ف۱۰۶: یعنی څنګه چې دَ تبوک غزا ته وتو پهٔ وخت کښې منافقانو عذرونه پېش کړی وو دغسې چې تاسو واپس راشیٔ نو پهٔ خبرو به ځان خلاصوی اؤ پهٔ دروغو به ستاسو تسلّی کؤل غواړی ، اؤ دَ دروغو قسمونه به خوری چې زمونږ خو تاسو سره دَ تلو پخه اراده وه خو پهٔ دې دې مجبورو پاتی شو۔ تهٔ ورته ووایه چې دَ دروغو عذرونو جوړؤلو څهٔ خیر نشته۔ زهٔ الله پاک دَ ستاسو پهٔ نفاق خبر کړے یم نو زهٔ ستاسو پهٔ دې قسمونو اعتبار نهٔ شم کؤلے۔ دا خو پاتې لېکن بیا به کتې شی چې مخې دپاره به څهٔ کویٔ۔ پهٔ بله موقع به دَ ستاسو دروغ رښتیا معلوم شی۔ بهرحال دَ هغه عالم الغیب ذات نه خو ستاسو نیت اؤ حال پټ نهٔ دے۔ پهٔ کومه ورځ چې هغهٔ ته پېش شیٔ نو ستاسو واړهٔ غټ، پټ څرګند ټول عملونه به څرګند کړی اؤ دَ هغې پهٔ مناسب سزا به درکوی۔
سَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ اِذَا انْقَلَبْتُمْ اِلَیْهِمْ لِتُعْرِضُوْا عَنْهُمْ١ؕ فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمْ١ؕ اِنَّهُمْ رِجْسٌ١٘ وَّ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١ۚ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۝۹۵
اوس به دوی پهٔ الله قسمونه خوری تاسو ته کله چې تاسو واپس ورشیٔ چې تاسو ترېنه واؤړیٔ۔ نو تاسو دوی نه واؤړیٔ بېشکه دا پلیت خلق دے اؤ دَ دوی ځائې دوزخ دے۔ دا دَ دوی دَ عملونو بدله ده ف۱۰۷
ف۱۰۷: دَ تبوک نه پهٔ واپسیٔ چې منافقانو دَ دروغو قسمونه خوړل دَ هغې مطلب دا وهٔ چې حضور اکرمﷺ اؤ مسلمانان راضی کړی اؤ تسلّی ېٔ وشی چې دَ پاتې کېدو پهٔ وجه څهٔ سزا رانهٔ کړی۔ یا مو دَ مسلمانانو دَ ډلې نه جُدا نهٔ کړی ، بلکې دَ پخوا پهٔ شان معامله پټه پاتې شی۔ نو الله پاک فرمائی چې دَ دوی حال خو څرګند دے خو تهٔ ورباندې ځان ناغرضه کړه ۔ غږ ورته مهٔ کوه دَ اطمینان اؤ تسلیٔ پهٔ وجه نه بلکې پهٔ دې وجه چې دا داسې پلیت دی چې دَ څهٔ خیر طمع ترېنه نشته۔ دا پلیت بوټے دَ ځان نه لرې ساتل پکار دی، الله پاک به ېٔ خپله ځائې ته ورسوی۔
یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ١ۚ فَاِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَرْضٰی عَنِ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ۝۹۶
دوی ستاسو مخکښې قسمونه خوری چې تاسو ترېنه راضی شیٔ۔ نو کهٔ تاسو ترېنه راضی (هم) شیٔ خو الله نهٔ راضی کیږی دَ نافرمانه خلقو نه۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: دَ منافقانو غټ کوشش دا دے چې پهٔ چل ول مسلمانان راضی کړی۔ فرض کړه کهٔ مسلمانان راضی هم شی نو دوی ته ېٔ څهٔ خیر دے چې الله پاک ترې ناراضه وی دَّ الله سره خو ستاسو چالاکی نهٔ چلیږی۔ مطلب دا چې دَ کوم قوم نه الله پاک ناراضه وی مسلمان ترې نهٔ شی راضی کېدے نو دوی دې دا خیال دَ زړهٔ نه وباسی۔ مسلمانانو کهٔ پهٔ دوی ځان ناغرضه کړے دے نو دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ګنی دَ هغوی تسلی وشوه اؤ راضی شو۔ شاه صاح لیکلی دی چې دَ کوم سړی حال معلوم وی چې منافق دے پهٔ هغهٔ ځان ناغرضه کؤل خو جائز دی لېکن دوستی اؤ مینه ورسره جائز نهٔ ده۔
اَلْاَعْرَابُ اَشَدُّ كُفْرًا وَّ نِفَاقًا وَّ اَجْدَرُ اَلَّا یَعْلَمُوْا حُدُوْدَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۹۷
بانډېسیان ډېر سخت دی پهٔ کفر کښې اؤ نفاق کښې اؤ دَ دې قابل دی چې زده نهٔ کړی هغه قاعدې اؤ حکمونه کوم چې نازل کړی دی الله پهٔ خپل رسول، ف۱۰۹ اؤ الله پهٔ هر څهٔ عالم دے دَ حکمتونو خاوند۔ ف۱۱۰
ف۱۰۹: تر دې خو دَ مدینې منورې دَ منافقانو اؤ پخو مسلمانانو حال بیان شو اوس لږ دَ بانډې دَ خلقو حال بیانیږی چې پهٔ بانډو کښې هم ګڼ قسمه خلق دے، کافران هم شته، منافقان هم اؤ سوچه مسلمانان هم۔ دَ بانډو خلق اکثر دَ خویه تراخهٔ اؤ تیز وی (لکه حدیث شریف دے۔ مَنْ سَکَنَ الْبَادِیَةَ جَفَا۔ څوک چې بانډه کښې وسی خوي ېٔ سخت شی) اؤ دَ علم دَ مجلسونو اؤ تهذیب دَ اثر نه لرې کېدو پهٔ وجه ورته دَ علم و عرفان رڼا کمه رسی ځکه دَ بانډې منافق دَ ښار دَ منافق پهٔ نسبت زیات سخت وی۔ هغوی ته داسې موقعې پهٔ لاس کمې ورځی چې دَ علم ، اصلاح اؤ اسلامی قانون نه پوره پوره خبر شی۔ علم اؤ دَ الله معرفت داسې شے دے چې زړهٔ نرموی اؤ تهذیب پیدا کوی۔ څوک جاهلان وی دَ هغوی زړونه ضرور سخت وی۔ دَ بانډو دَ خلقو دَ سخت خوي ذکر پهٔ ډېرو حدیثونو کښې راغلے دے۔ یو حدیث دے ”دَ بانډې یو سړی حضور اکرمﷺ ته ووې تهٔ واړهٔ ښکلوے۔ قسم پهٔ خدائې ما خپل بچی چرې نهٔ دی ښکل کړی۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل چې الله پاک ستا دَ زړهٔ نه رحم ویستې دے نو زهٔ څهٔ وکړم“۔
ف۱۱۰: یعنی دَ الله پاک علم دَ بنیادم دَ ټولو ډلو نه چاپېره دے اؤ هغه دَ خپل حکمت مطابق دَ هرې ډلې سره دَ هغې مناسب معامله کوی۔ حضرت شاه شاحب لیکلی دی دَ بانډې دَ خلقو پهٔ طبیعت کښې بې رحمی، خود غرضی اؤ ضد زیات وی۔ نو الله پاک دَ حکمت خاوند دے۔ پهٔ هغوی ګران کارونه نهٔ ږدی اؤ درجې هم هغه شان وچتې نهٔ ورکوی۔
وَ مِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یَّتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ مَغْرَمًا وَّ یَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَآىِٕرَ١ؕ عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۹۸
اؤ دَ بانډې پهٔ خلقو کښې ځنی داسې دی چې دَ الله پهٔ لار کښې خرڅ کؤل تاوان ګڼی اؤ انتظار کوی پهٔ تاسو دَ زمانې دَ ګردش۔ هم پهٔ دوی راتلونکے دے ناکاره ګردش ، الله هر څهٔ اوری پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی دَ بانډو پهٔ منافقانو کښې داسې خلق هم شته چې کله هغوی ته دَ الله پهٔ لار کښې دَ خرڅ دپاره ووئیلی شی نو داسې پهٔ بد زړهٔ خرڅ کوی لکه څوک ترېنه جرمانه اخلی یا تاوان پرې ږدی۔ هغوی هم پهٔ دې انتظار کښې وی چې پهٔ مسلمانانو څهٔ سخته راشی نو مونږ به خوشحالی وکړو۔ دا پته ورته نشته چې اوس دَ دوی قسمونه اپوټه شوی دی۔ اسلام به هم دغه شان غالب وی اؤ ترقی به کوی اؤ دا منافقان به ذلیل کیږی۔ الله پاک دَ هر چا خبرې اؤ دعا اوری اؤ هغه پېژنی چې څوک دَ کامیابیٔ اهل دے اؤ څوک دَ ذلیل کېدو حقدار دے۔
وَ مِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ یَتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ قُرُبٰتٍ عِنْدَ اللّٰهِ وَ صَلَوٰتِ الرَّسُوْلِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ١ؕ سَیُدْخِلُهُمُ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۹۹
اؤ دَ بانډې پهٔ خلقو کښې ځنی داسې دی چې ایمان راؤړی پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ۔ اؤ دَ الله پهٔ لار کښې چې څهٔ خرڅ کوی هغه دَ الله دَ نژدیکت پهٔ سبب اؤ دَ رسول دَ دعا ذریعه ګڼی۔ واؤریٔ دا دَ دوی پهٔ حق کښې نژدیکت دے۔ ډېر ژر به ېٔ داخل کړی الله پهٔ خپل رحمت کښې، بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۱۲
ف۱۱۲: دلته دَ قرآن کريم دَ معجزانه تاثير اؤ دَ رسول الله ﷺ دَ تعليم یوه کرشمه ښئلی شی چې پهٔ دغه بد دماغه ، سخت خویه اؤ تیز مزاجه بانډېسیانو کښې چې دَ کفر اؤ نفاق اؤ جهالت دَ سرکشیٔ پهٔ وجه دَ دې قابل نهٔ وو چې دَ اسلام پهٔ طور طریقو اؤ ادب اؤ قانون باندې پوهه شوے وې۔ دَ حضور اکرمﷺ پاک تعلیم اؤ دَ قرآنِ کریم معجزانه بیان داسې مخلص کسان پیدا کړل چې هغوی اوس پهٔ الله اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ پهٔ دوباره ژوند ایمان راؤړے دے۔ پهٔ دې نالیدلو خبرو پوخ یقین کوی اؤ دَ الله پهٔ لار کښې خالص دَ الله رضا اؤ قرب حاصلؤلو اؤ دَ نبی کریمﷺ نه دَ دعا دپاره مال خرڅ کوی۔ نو الله پاک هغوی ته خوشخبری ورکوی چې بېشکه ستاسو امیدونه حق بجانب دی اؤ یقینًا الله پاک تاسو دَ خپل رحمت دَ سیوری لاندې کوی اؤ دَ الله پاک قرب اؤ رضا اؤ پهٔ هغې باندې مرتبې ، فائدې به تاسو ته یقینًا رسی۔ باقی دَ رسول اکرمﷺ دعا هغه خو دَ سترګو دَ لیدو خبره ده چې څوک دَ زکوٰة مال دَ رسول اکرمﷺ پهٔ دربار کښې حاضر کړی هغه ورته دعا وکړی اؤ دَ هغې نتیجه هم دَ الله رحمت اؤ رضا ده۔
وَ السّٰبِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ مِنَ الْمُهٰجِرِیْنَ وَ الْاَنْصَارِ وَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُمْ بِاِحْسَانٍ١ۙ رَّضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوْا عَنْهُ وَ اَعَدَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ تَحْتَهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۝۱۰۰
کوم خلق چې مخکښې دی دَ ټولو نه اول هجرت کؤنکی اؤ امداد کؤنکی اؤ چا چې دَ دوی تابعداری کړے ده پهٔ نیکیٔ کښې راضی شوے دے الله دَ دوی نه اؤ دوی راضی دی دَ الله نه اؤ تیار ېٔ ساتلی دی دوی دپاره داسې باغونه چې پهیږی ترې لاندې نهرونه وسی به پهٔ دې کښې همېشه دوی۔ هم دغه غټه کامیابی ده۔ ف۱۱۳
ف۱۱۳: دَ بانډې مؤمنانو اؤ نورو کومو کسانو چې اسلام قبول کړے دے اؤ دَ اسلام دَ خدمت کوشش ېٔ کړے دے دَ اسلام پهٔ وړومبیو ورځو کښې اؤ بیا کومو کسانو چې وروستو دَ هغوی تابعداری کړے ده اؤ دَ هغوی سره پهٔ دې کوششونو کښې شریک شوی دی اؤ پهٔ اخلاص ېٔ دَ اسلام خدمت کړے دے۔ دغه وړمبنیو اؤ ورستنیو ټولو ته دَ الله رضا اؤ حقیقی کامیابی ورکړه اؤ بې اندازه نعمتونه ېٔ ورکړل۔
فائده: دَ سَابِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ پهٔ معنٰی مقرر کؤلو کښې دَ مشرانو مفسرینو ګڼ قولونه دی۔ ځنو وئیلی دی چې دې نه هغه مهاجرین اؤ انصار مراد دی کوم چې دَ هجرت نه مخکښې مسلمانان شوی وو۔ ځنو وئیلی دی چې دې نه هغه مسلمانان مراد دی چا چې دواړو قبلو (بیت الله اؤ بیت المقدس) ته نمونځ کړے دے۔ چا وئیلی دی چې جنګ بدر نه مخکښې چا ایمان راؤړے وهٔ هغه ترېنه مراد دی اؤ چا وئیلی دی چې تر صلح حدیبیه پورې چې څوک مسلمانان شوی دی اؤ چا وئیلی دی چې ټول مهاجرین اؤ انصار دَ خواوشا خلقو اؤ وروستنیو خلقو پهٔ مقابله کښې سَابِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ دی۔ لېکن پهٔ دې قولونو کښې څهٔ تعارض نشته۔ سبقت اؤ اولیت یو اضافی څیز دے۔ هم یوه ډله دَ چا پهٔ نسبت وړومبیٔ اؤ دَ چا پهٔ نسبت وروستیٔ کېدے شی۔ نو کومه ډله چې څومره درجه کښې وړومبیٔ وی هغه هومره به پهٔ رضائے الٰهی اؤ کامیابیٔ حاصلؤلو کښې زیاته وی ځکه چې دَ سبقت اؤ اولیت پهٔ شان دَ رضا اؤ کامیابیٔ هم ډېرې درجې دی۔ والله اعلم۔
وَ مِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ مُنٰفِقُوْنَ١ۛؕ وَ مِنْ اَهْلِ الْمَدِیْنَةِ١ؔۛ۫ مَرَدُوْا عَلَی النِّفَاقِ١۫ لَا تَعْلَمُهُمْ١ؕ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ١ؕ سَنُعَذِّبُهُمْ مَّرَّتَیْنِ ثُمَّ یُرَدُّوْنَ اِلٰی عَذَابٍ عَظِیْمٍۚ۝۱۰۱
اؤ ستاسو نه چاپېره ځنی بانډېسیان منافقان دی اؤ ځنی کسان دَ مدینې وسیدونکی هم کلک دی پهٔ نفاق کښې تهٔ هغوی نهٔ پېژنې ۔ مونږ ته معلوم دی۔ ف۱۱۴ مونږ به ورته سزا ورکړو دوه ځله ۔ بیا به واپس کؤلے شی لوئی عذاب طرف ته۔ ف۱۱۵
ف۱۱۴: دَ وړاندې نه دَ بانډو دَ خلقو بیان راتلو پکښې دَ بانډو دَ مسلمانانو ذکر هم راغلو دَ هغې نه خبره مهاجرینو اؤ انصارو ته واؤړېده نو دَ انصارو سره اوس دَ مدینې منورې دَ وسیدونکیو اؤ دَ ورسره نژدے علاقو خبره ذکر کیږی ، چې پهٔ مدینه منوره اؤ ورسره نژدے بانډو کښې دَ ځنو کسانو پهٔ زړونو کښې نفاق داسې پټ دے چې نبی کریمﷺ ته سره دَ خپلې هوښیاریٔ اؤ فراست دَ هغوی دَ نفاق پوره پته نهٔ لګی۔ دَ دوی یقینی علم صرف الله پاک ته دے۔ دوی داسې پهٔ چل ول ژوند تیروی چې دَ ظاهری انداز نه ېٔ دا پته بالکل نهٔ لګی چې پهٔ زړونو کښې ېٔ څهٔ دی۔ الله پاک فرمائی (وَ لَوْ نَشَآءُ لَاَرَیْنٰکَھُمْ فَلَتَعْرِفَنَّھُمْ بِسِیْمٰھُمْ وَ لَتَعْرِفَنَّھُمْ فِیْ لَحْنِ الْقَوْلِ) ”اؤ کهٔ مونږ غوښتے نو تا ته به مو دا منافقان ښیٔلی وو بیا به تا دوی پېژندلی وو پهٔ علامو باندې اؤ پهٔ خبرو اترو کښې“ (خو مصلحت پهٔ دې کښې دے چې فی الحال پرې پرده پرته وی پهٔ مناسب وخت به خپله ټول څرګند شی۔
ف۱۱۵: غټ عذاب دَ دوزخ دے۔
اِنَّ الْمُنَافِقِیْنَ فِی الدَّرْكِ الْاَسْفَلِ مِنَ النَّارِ (بېشکه منافقان به دَ دوزخ دَ ټولو نه ښکته درجه کښې وی ۔ یعنی سخت عذاب کښې به وی اؤ دې دوزخ ته رسېدو نه مخکښې به هم دوه عذابه نور تیروی۔ یو دَ قبر عذاب اؤ بل چې پهٔ دې دنیا کښې به ورته رسی دَ شکست ، رسواییٔ اؤ ذلت ژوند۔ لکه دَ ابن عباسؓ یو روایت دے چې یو ځل دَ جمعې پهٔ ورځ حضور اکرمﷺ پهٔ ممبر باندې تقریبًا تقریبًا دَ شپږ دیرش کسانو نومونه واخستل چې دَ مسجد نبویﷺ نه ووځیٔ تاسو منافقان ییٔ۔ دا شرمندګی هم یو عذاب وهٔ (چې دَ ډک جمات نه ټیټ سرونه بهر ته ووتل اؤ پهٔ دومره جمع کښې ېٔ نفاق څرګند شو) یا لکه څنګه چې دَ دې سورت پهٔ شروع کښې تېر شوی دی چې دَ دوی مال اؤ دَ دوی اولاد الله پاک دوی دپاره عذاب کړے دے۔ فَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ اِنَّمَا یُرِیْدُ اللہُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا (نو (۱) یو عذاب خو دا شو (۲) بل دَ قبر عذاب)
یا دا چې ځنی کسان پهٔ دې منافقانو کښې پهٔ لوږې اؤ قحط وغېره آسمانی تکلیفونو کښې ګرفتار شوی وو۔ یا دَ اسلام دَ ترقیٔ پهٔ وجه چې دَ هغوی پهٔ زړونو کوم اور بلېدو دا هم دَ عذاب نه کم نهٔ وو۔ (مولانا عثمانی وائی) زما پهٔ خیال دا ټول عذابونه پهٔ مَرَّتَیْنِ کښې راځی۔ دلته دَ دوؤ دَ عدد نه مراد یا خو محض ډېروالے دے یعنی بیا بیا عذاب لکه فَارْجِعُ الْبَصَرَ کَرَّتَیْنِ کښې چې مطلب بیا بیا کتل دی۔ اؤ یا کهٔ هم دغه عدد مراد وی نو (۱) یو عذابِ قبر شو اؤ (۲) یو دَ مرګ نه مخکښې دې عذابونو کښې یو عذاب (والله اعلم) یعنی آسمانی آفتونه ، یا شرمېدل ، یا دَ اسلام پهٔ ترقیٔ ېٔ زړونه سوزېدل وغېره۔
وَ اٰخَرُوْنَ اعْتَرَفُوْا بِذُنُوْبِهِمْ خَلَطُوْا عَمَلًا صَالِحًا وَّ اٰخَرَ سَیِّئًا١ؕ عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْهِمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۰۲
اؤ ځنی کسان داسې دی چې اقرار ېٔ وکړو دَ خپلو ګناهونو۔ ګډوډ کړو دوی یو نیک کار دَ بل بد کار سره۔ نژدے ده چې الله دَ دوی توبه قبوله کړی۔ بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۱۶
ف۱۱۶: دَ مدینې منورې پهٔ وسېدونکیو کښې کهٔ یو طرف ته دا منافقان دی چې پهٔ خپله سرکشیٔ سخت ولاړ دی نو بل طرف ته هغه مخلص مسلمانان هم دی کهٔ دَ بشریت پهٔ تقاضا ترېنه څهٔ غلطی وشی نو بیا ورباندې ډېر پښېمانه وی اؤ دَ خپلو ګناهونو اقرار کوی اؤ توبې وباسی۔ دَ دوی نه نیکی اؤ بدی ګډه وډه شوے ده۔ بدی خو دا چې مثلًا جهاد ته دَ عام کوچ پهٔ وخت جهاد کښې شرکت نه پاتی شو۔ اؤ نیکی بیا دا چې پهٔ دې پاتې کېدو دَ زړهٔ نه پښېمانه اؤ غمژن وو اؤ توبې ېٔ وېستې اؤ نور نیک کارونه لکه نمونځ، روژه ، زکوٰة ، حج اؤ جهاد وغېره نور احکام ېٔ پوره پوره کؤل۔ نو داسې کسانو ته الله پاک دَ معافیٔ طمع ورکړے ده۔ مفسرینو لیکلی دی چې دا آیت دَ حضرت ابولبابهؓ اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو پهٔ حق کښې نازل شوے دے چې دَ سستیٔ پهٔ وجه دَ تبوک دَ غزا نه پاتې شوی وو۔ خو چې حضور اکرمﷺ دَ غزا نه واپس راغلو نو دوی ډېر پهٔ عاجزیٔ سره معافی غوښتو ته راغلل اؤ ځانونه ېٔ دَ مسجد نبویﷺ پهٔ ستنو پورې وتړل اؤ قسمونه ېٔ خوړل چې تر څو حضور اکرمﷺ زمونږ جرم معاف نهٔ کړی اؤ پهٔ خپل لاس مو دَ قید نه ازاد نهٔ کړی دغه شان به تړلی پراتهٔ یو۔ حضور اکرمﷺ چې دَ دې خبرې نه خبر شو نو وې فرمائیل چې تر څو پورې ما ته الله پاک دَ دوی دَ پرانستلو حکم راوا نهٔ ستوی تر هغې به ېٔ نهٔ سپړم۔ آخر دا آیت نازل شو نو بیا حضور اکرمﷺ هغوی پرانستل اؤ دَ توبې قبلېدو زېرے ېٔ ورکړو۔ بیا هغوی پهٔ دې خوشحالیٔ کښې څهٔ مال راؤړو چې دا دَ الله پهٔ نامه صدقه ده ، پهٔ دې باندې بیا دا ورپسې آیت نازل شو۔
خُذْ مِنْ اَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَ تُزَكِّیْهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَیْهِمْ١ؕ اِنَّ صَلٰوتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۱۰۳
(اے پېغمبره) واخله دَ دوی دَ مالونو نه زکوٰة ف۱۱۷ چې پاک اؤ صفا کړې دوی دَ دې پهٔ ذریعه اؤ دعا ورته وکړه۔ بېشکه ستا دعا دوی دپاره دَ تسلیٔ سبب دے اؤ الله اورېدونکے پهٔ هر څهٔ خبر دے۔ ف۱۱۸
ف۱۱۷: مترجمؒ دَ صدقه ترجمه دلته زکوٰة کړے ده لېکن کهٔ دا ېٔ عام پریٔښې وې چې زکوٰة اؤ خیرات نفلی صدقو ټولو ته شامل وې نو بهتره به وه۔ ځکه چې دَ اکثرو روایاتو مطابق دا آیت دَ هغه خلقو پهٔ حق کښې نازل شوے دے چا چې دَ توبې دَ قبلېدو پهٔ شکریه کښې څهٔ مال دَ خیرات دپاره حاضر کړے وهٔ۔ څنګه چې دې نه مخکښې فائده کښې ذکر شوے دے۔ البته دَ عموم دَ الفاظو پهٔ وجه حکم پهٔ دې خاص واقعه پورې خاص کېدے نهٔ شی۔ ځکه دا آیت مشرانو دَ زکوٰة پهٔ مسئله کښې هم پېش کړے دے۔
ف۱۱۸: پهٔ توبه باندې ګناه معاف کیږی یعنی پهٔ هغې باندې بیا سزا نهٔ شی ورکؤلے۔ لېکن ممکنه ده چې ګناه دَ طبعی اثر پهٔ وجه چې پهٔ زړهٔ یو خیرے اؤ توروالے پاتې کیږی دغه اثر پهٔ نیکو کارونو اؤ خاص طور صدقه باندې لرې کیږی۔ پهٔ دې وجه وئیلی شی چې صدقه دَ بنده زړهٔ دَ ګناه دَ اثر نه صفا کوی اؤ پهٔ مال کښې برکت پیدا کیږی۔ دَ زکوٰة معنیٰ پهٔ لغت کښې لوئیدل یعنی زیاتېدل ده اؤ پهٔ صدقه کښې بله غټه فائده دا وه چې صدقه کؤنکی ته به حضور اکرمﷺ دعا وکړه چې پهٔ هغې به دَ هغهٔ زړهٔ مضبوط شو اؤ تسکین به ورته حاصل شو۔ بلکې دَ حضور اکرمﷺ دَ دعا اثر به دَ هغو آل اولاد ته هم ورسېدو۔
اوس هم شرعی حکم دا دے چې څوک دَ زکوٰة مال راؤړی نو پکار ده چې مسلمان حاکم دَ نبیﷺ دَ وارث پهٔ حیثیت هغهٔ ته دعا وکړی۔ البته لفظ دَ صلوٰة دې نهٔ استعمالوی چې دا پهٔ حضور اکرمﷺ پورې خاص دے۔
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ هُوَ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَ یَاْخُذُ الصَّدَقٰتِ وَ اَنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۝۱۰۴
آیا دوی نهٔ پوهیږی چې الله پهٔ خپله قبلوی توبه دَ خپلو بندیانو اؤ اخلی زکوٰتونه اؤ بېشکه الله توبه قبلؤنکے مهربانه دے۔ ف۱۱۹
ف۱۱۹: یعنی توبه اؤ صدقه صرف دَ الله پاک پهٔ اختیار کښې دی ځکه چې صرف هم هغه پهٔ دې خبر دے چې مخلص دے کهٔ منافق ، توبه پهٔ اخلاص سره کوی کهٔ نه۔ چنانچې دې نه مخکښې دَ ځنو کسانو متعلق حکم شوے وهٔ چې دَ دوی نه دې صدقه هېچرې نهٔ شی قبلؤلے۔ دَ منافقانو صدقې هم نهٔ شوې قبلؤلے اؤ دَ هغوی پهٔ حق کښې دعا هم بې فائدې وه۔ بلکې دَ جنازې دَ نمانځهٔ نه ېٔ هم منع شوے وه۔ دَ کومو خلقو ذکر چې دلته وشو دَ هغوی توبه قبوله شوه ، دَ هغوی صدقات هم قبول شو اؤ دا هم حکم وشو چې حضور اکرمﷺ دې دَ هغوی پهٔ حق کښې دعا کوی۔ دا خلق مخلصان وو۔
وَ قُلِ اعْمَلُوْا فَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَ رَسُوْلُهٗ وَ الْمُؤْمِنُوْنَ١ؕ وَ سَتُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَۚ۝۱۰۵
اؤ تهٔ ورته ووایه تاسو خپل کار کویٔ ، بیا به الله ګوری ستاسو کار اؤ دَ هغهٔ رسولﷺ اؤ مؤمنان اؤ ډېر ژر به تاسو واپس کؤلے شیٔ هغه الله سره چې پهٔ ټولو پټو اؤ څرګندو کارونو ښهٔ خبر دے بیا به هغه وښیٔ تاسو ته ستاسو عملونه۔ ف۱۲۰
ف۱۲۰: یعنی پهٔ توبه خو درته زاړهٔ ګناهونه معاف شو خو اوس به کتے شی چې بیا دپاره به څهٔ کویٔ۔ کهٔ دې غزا کښې درنه خطائی وشوه نو مخکښې به نورې غزاګانې هم راځی هغې کښې به کتے شی چې تاسو څهٔ کویٔ۔ بیا به دَ الله سره دَ هر عمل پوره پوره بدله مومیٔ ځکه چې هغهٔ ته ټول پټ اؤ څرګند کارونه معلوم دی اؤ صرف هغه دَ نیتونو پهٔ حال خبر دے نو دَ هر چا سره به دَ هغهٔ دَ حالت مناسب سلوک کیږی۔
وَ اٰخَرُوْنَ مُرْجَوْنَ لِاَمْرِ اللّٰهِ اِمَّا یُعَذِّبُهُمْ وَ اِمَّا یَتُوْبُ عَلَیْهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۱۰۶
اؤ ځنی نور خلق دی چې معامله ېٔ ایساره ده دَ الله پهٔ حکم۔ یا به ورته هغه عذاب ورکړی اؤ یا به ېٔ توبه قبوله کړی۔ اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ حکمتونو خاوند۔ ف۱۲۱
ف۱۲۱: دَ تبوک دَ غزا نه چې کوم خلق پاتی شوی وو هغه درے قسمه وو۔ یو خو منافقان وو چې پهٔ قصد پاتی شوی وو اؤ ځنی مسلمانان وو خو دَ سستیٔ اؤ تن آسانیٔ پهٔ وجه پاتې شوی وو۔ پهٔ دوی کښې بیا دوه ډلې شوې۔ یوه ډله خو دَ ابولبابهؓ اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو وه چې کله حضور اکرمﷺ دَ غزا نه واپس شو نو هغوی دَ معافیٔ غوښتو دپاره دَ مسجد نبویﷺ پهٔ ستنو پورې ځان وتړلو کوم چې پهٔ تېرو آیتونو کښې ذکر شو۔ درے(۳) کسان داسې وو چې هغوی دَ حضور اکرمﷺ نه معافی وغوښته اؤ دَ خپلې ګناه اؤ کمزوریٔ اقرار ېٔ وکړو خو ځان ېٔ ستنې پورې نهٔ وهٔ تړلے۔ دا آیت دَ هغوی پهٔ حق کښې نازل شوے دے۔ چې دَ دوی معامله وروستو ده ، څو ورځې دې حکم ته انتظار وکړی۔ نو حضور اکرمﷺ دَ عبرت دپاره مسلمانانو ته دَ دوی سره دَ تعلقاتو پرېښو حکم وکړو تر څو چې دَ دوی باره کښې حکم نهٔ وی نازل شوے۔ پنځوس ورځې دغسې پهٔ انتظار کښې تېرې شوې بیا دَ معافیٔ حکم راغلو۔ دا تفصیل پهٔ مخکښې رکوع کښې راځی۔
وَ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَّ كُفْرًا وَّ تَفْرِیْقًۢا بَیْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَ اِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ مِنْ قَبْلُ١ؕ وَ لَیَحْلِفُنَّ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّا الْحُسْنٰی١ؕ وَ اللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۝۱۰۷
اؤ کومو کسانو چې یو جمات جوړ کړے دے دَ ضرر پهٔ غرض اؤ دَ کفر دپاره اؤ دَ مسلمانانو ترمینځه دَ جداییٔ دپاره اؤ دَ هغه کسانو دَ څوکۍ دپاره کوم چې مخالف دی دَ الله اؤ رسولﷺ دَ مخکښې نه۔ اؤ دوی به قسمونه خوری چې زمونږ غرض خو دَ ښېګړې دے اؤ الله ګواهی ورکوی چې دوی دروغژن دی۔ ف۱۲۲
ف۱۲۲: پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ هغه کسانو ذکر وهٔ چې پهٔ ظاهره ترېنه یو ناکاره کار شوے وهٔ چې دَ غزا نه پاتی شوی وو خو چې عقیده ېٔ صحیح وه اؤ دَ ګناه اقرار ېٔ وکړو نو الله پاک معاف کړل۔ اوس دَ یو داسې ډلې بیان دے چې پهٔ ظاهره ېٔ یو نیک کار کړے دے خو چې نیت ېٔ ښهٔ نهٔ دے نو دَ عذاب حقدار شو۔
واقعه داسې وه چې کله حضور اکرمﷺ دَ مکّې معظّمې نه مدینې منورې ته هجرت وکړو نو اول دَ مدینې منورې پهٔ یو محله بنی عمرو بن عوف کښې څو ورځې دېره شوے وهٔ اؤ هلته ېٔ یو جمات مسجدِ قبا جوړ کړے وهٔ ، بیا څو ورځې پس ښار ته لاړو اؤ دَ مسجد نبویﷺ تعمیر وشو۔ نو حضور اکرمﷺ به اکثر نمونځونه مسجد نبویﷺ کښې کؤل، پهٔ هفته کښې یوه ورځ اکثر دَ خالی پهٔ ورځ به حضور اکرمﷺ هلته تلو اؤ پهٔ مسجدِ قبا کښې به ېٔ دوه رکعته نمونځ کؤلو اؤ دَ مسجدِ قبا به ېٔ ډېر فضیلت بیانؤلو (ځکه چې دا دَ اسلام پهٔ تاریخ کښې وړومبے جمات وهٔ چې حضور اکرمﷺ ېٔ پهٔ خپل لاس بنیاد یٔښې وهٔ۔ مترجم)
بیا ځنو منافقانو دَ مسجدِ قبا پهٔ خوا کښې یو بل جمات جوړ کړو اؤ خلق ېٔ دَ مسجدِ قبا نه هغې ته را اړؤل۔ اصل کښې دَ دې شرارت بنیاد ابو عامر خزرجی نومې یو سړے وهٔ۔ دَ هجرت نه مخکښې دا سړے عیسائی شوے وهٔ اؤ راهب وهٔ۔ دَ مدینې منورې خواوشا خلقو اؤ دَ خزرج قبیلې کسانو به ېٔ ډېر عزت کؤلو۔ دَ حضور اکرمﷺ دَ راتلو نه پس چې مدینه منوره کښې اسلام خور شو نو دَ نبوّت دَ نور دَ رڼا مخکښې دَ ابو عامر ډیوه تته شوه ، اوس دَ هغهٔ تپوس چا کؤلو۔ پتنګان خو دَ الله دَ رسولﷺ نه چاپېره وو۔
حضور اکرمﷺ ابو عامر ته هم دَ اسلام پېغام واستؤلو چې ما صحیح دینِ ابراهیمی راؤړے دے۔ هغهٔ ورته ځواب راواستؤلو چې زهٔ خپله پهٔ دینِ ابراهیمی روان یم اؤ تا پهٔ دینِ ابراهیمی کښې څهٔ کمې زیاتې کړے دے۔ دا زهٔ نهٔ شم قبلؤلے۔ رسول اللهﷺ دَ هغهٔ دَ خبرې تردید کؤلو چې تهٔ دروغ وائې۔ زهٔ چې څهٔ وایم دغه اصل دینِ ابراهیمی دے۔ پهٔ دې بحث کښې دَ هغهٔ دَ خلې نه ووتهٔ چې څوک دروغ وائی هغه دې الله پاک دَ وطن نه ورک کړی اؤ چرته لرې ځائې کښې دې ېٔ یکے یواځې بې اسرې مړ کړی۔ حضور اکرمﷺ وفرمائیل آمین۔
دَ بدر دَ غزا نه پس چې دَ اسلام جرړې مجبوطې شوې نو دَ ابو عامر پهٔ زړهٔ تیارهٔ راغله۔ لاړو مکّې معظّمې ته وتښتېدو چې قریش دَ مسلمانانو مقابلې ته تیار کړی اؤ بیا دَ اُحد پهٔ غزا کښې هغه دَ قریشو پهٔ لښکر کښې شامل وهٔ۔ پهٔ میدانِ جنګ کښې رامخکښې شو ، تقریر ېٔ شروع کړو۔ اؤ انصار ېٔ چې پخوا دَ هغهٔ معتقد وو ځان ته دَ را اړؤلو کوشش کؤلو۔ هغوی ورته پهٔ ځواب کښې ووې دَ الله دښمنه ستا څهٔ خیال دے چې مونږ به دَ الله دَ رسولﷺ پهٔ مقابله کښې ستا ملګرتیا وکړو۔ پهٔ دې هغهٔ ته نوره هم غصه ورغله اؤ وېٔ وئیل۔ اے محمّد (ﷺ) آئینده دپاره کوم قوم چې ستا مقابله کوی زهٔ به دَ هغوی مرسته کوم اؤ هم دغه شان ېٔ وکړه ، دَ حنین تر جنګه پورې پهٔ هره موقع دَ کافرو سره وهٔ۔ دَ اُحد پهٔ غزا کښې هم دَ هغهٔ دَ شرارت پهٔ وجه حضور اکرمﷺ زخمی شوے وهٔ۔ دَ هغهٔ پهٔ تجویز کفارو پهٔ میدانِ جنګ کښې پټ غارونه کنستی وو۔ حضور اکرمﷺ پهٔ یو غار کښې وغورزېدو ، مخ مبارک ېٔ زخمی شو۔ اؤ بیا دَ یو بد بخت کافر پهٔ کاڼی ېٔ غاښونه مبارک هم شهید شو۔ دَ حنین دَ غزا نه پس ابو عامر پوهه شو چې پهٔ عربو کښې اوس دَ اسلام دَ مقابلې طاقت نشته نو هغه شام ته لاړو اؤ دَ مدینې منافقانو ته ېٔ ولیکل چې زهٔ دَ قصرِ روم پهٔ امداد یو لوئے لښکر تیاروم، پهٔ مسلمانانو حمله کوم۔ تاسو دَ جمات پهٔ نوم یو داسې ځائې جوړ کړیٔ چې پهٔ هغې کښې خپل پټ مجلسونه کؤلے شیٔ اؤ چې قاصد زما خطونه تاسو ته هغه ځائې ته دروړی۔ نو اوس به دَ یو مرکز کار کوی اؤ کله چې زهٔ خپله در ورسم نو زما دَ دېرې دپاره به مناسب ځائې وی۔ دَ دغې پلیت مطلب دپاره دَ مسجدِ ضرار بنیاد کښېښوې شو۔
اصل غرض ېٔ دغه وهٔ اؤ حضور اکرمﷺ ته به ېٔ قسمونه خوړل چې زمونږ نیت نیک دے، هغه دَ قبا جمات زمونږ نه لرې دے نو پهٔ خټو کښې ناجوړه اؤ کمزوریو کسانو ته هلته تلل ګران دی دلته به پهٔ آسانه دَ جمعې نمانځهٔ ته را رسی اؤ پهٔ هغه جمات به ګڼه هم کمه شی۔ خلقو ته به آرام شی۔ کله چې تیار شو نو حضور اکرمﷺ ته ېٔ خواست وکړو چې تاسو یو ځل پهٔ دې نوی جمات کښې نمونځ وکړیٔ چې برکتی شی۔ مطلب ېٔ دا وهٔ چې دَ حضور اکرمﷺ دَ نمانځهٔ پهٔ وجه به نور ساده مسلمانان هم دې خوا را واؤړی ، پهٔ دې وخت کښې حضور اکرمﷺ دَ تبوک دَ غزا پهٔ تیاریٔ کښې مشغول وهٔ نو هغوی ته ېٔ ووې چې واپس راشم کهٔ خیر وی نو شاید چې درشم۔ پهٔ واپسیٔ کښې چې حضور اکرمﷺ مدینې منورې ته نژدے شو نو دا آیتونه نازل شول اؤ دَ منافقانو دَ مکر و فریب حال څرګند شو۔ حضور اکرمﷺ مالک بن حشمؓ اؤ معن بن عدیؓ ته حکم ورکړو چې تاسو لاړ شیٔ اؤ هغه جمات وران کړیٔ چې دَ مکر دا جال خور نه شی۔ هغوی سمدستی دَ حکم تعمیل وکړو اؤ دَ ابو عامر دَ ارمانونو قلعه دړے وړے شوه۔ بیا وروستو ابو عامر دَ حضور اکرمﷺ دَ هغه آمین پهٔ برکت دَ شام پهٔ علاقه قنسرین کښې ډېر بې اسرې پهٔ بد حال دَ سفر پهٔ حالت کښې مړ شو۔ پهٔ دې آیت کښې مَنْ حَارَبَ اللہَ وَ رَسُوْلَهٗ کښې هم دغه ابو عامر مراد دے۔
لَا تَقُمْ فِیْهِ اَبَدًا١ؕ لَمَسْجِدٌ اُسِّسَ عَلَی التَّقْوٰی مِنْ اَوَّلِ یَوْمٍ اَحَقُّ اَنْ تَقُوْمَ فِیْهِ١ؕ فِیْهِ رِجَالٌ یُّحِبُّوْنَ اَنْ یَّتَطَهَّرُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ یُحِبُّ الْمُطَّهِّرِیْنَ۝۱۰۸
تهٔ پهٔ دې جمات کښې هېچرې مهٔ ودرېږه۔ البته هغه جمات کښې چې بنیاد ېٔ پهٔ تقویٰ یٔښې شوے دے دَ اولې ورځې نه زیات لائق دے چې تهٔ پکښې ودرېږې ، پهٔ هغې کښې داسې خلق دے چې پاکی خوښوی۔ اؤ دَ الله خوښ دی پاک وسیدونکی۔ ف۱۲۳
ف۱۲۳: یعنی داسې جمات چې دَ هغې بنیاد محض پهٔ ضد ، نفاق اؤ اسلام دښمنیٔ کښېښودې شوے دے۔ دَ دې لائق نهٔ دے چې تهٔ ورکښې نمونځ وکړې۔ ستا دَ نمانځهٔ لائق خو هغه جمات دے چې دَ اولے ورځې نه دَ هغې بنیاد پهٔ تقویٰ اؤ پرهېزګاریٔ کښېښوې شوے دے۔ (مسجدِ نبویﷺ وی کهٔ مسجدِ قبا) دَ هغې نمونځ ګزار دَ ګناهونو اؤ شرارتونو اؤ هر قسم ظاهری اؤ باطنی پلیتو نه ځان پاک ساتی۔ ځکه دَ الله پاک هم خوښ دی۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی چې رسول پاکﷺ دَ قبا دَ خلقو نه تپوس وکړو چې تاسو داسې څهٔ خاصه پاکی کویٔ چې الله پاک ستاسو صفت وکړو۔ هغوی ورته ووې چې مونږ اودس ماتی نه پس پهٔ لوټه یا کاڼې ځان پاکؤلو نه پس پهٔ اوبو هم استنجاء کوؤ۔ یعنی دَ عامې ظاهری اؤ باطنی پاکیو نه علاوه هغوی دَ دې خبرې هم خاص خیال ساتلو۔ دَ دې حدیث نه دا معلومیږی چې دَ مَسْجِدٌ اُسِّسَ عَلَی التَّقْوٰی نه مسجدِ قبا مراد دے ، لېکن ځنو نورو روایاتو نه معلومیږی چې دې نه مسجدِ نبویﷺ مراد دے۔
(علامه عثمانی فرمائی) عالمانو پهٔ دې کښې ډېر بحثونه کړی دی۔ ما دَ صحیح مسلم پهٔ شرح فتح الملهم کښې پهٔ خپل خیال احادیثو کښې پوره تطبیق کړے دے۔ دلته دَ تفصیل موقع نهٔ ده۔
اَفَمَنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی تَقْوٰی مِنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانٍ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهٖ فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۝۱۰۹
نو هغه چا چې بنیاد یٔښې دَ خپلې آبادیٔ دَ الله نه پهٔ ویره اؤ دَ هغهٔ دَ رضا دپاره هغه بهتر دے۔ یا هغه چا چې بنیاد ېٔ یٔښې دَ خپلې آبادی دَ غورزېدونکې کندې پهٔ غاړه نو دغه سړے ېٔ دَ ځان سره دَ دوزخ پهٔ اور کښې وغورزؤلو، ف۱۲۴ اؤ الله لار نهٔ ورکوی ظالمانو خلقو ته۔ ف۱۲۵
ف۱۲۴: یعنی دَ کوم کار بنیادچې پهٔ تقویٰ ، اخلاص اؤ دَ الله دَ رضا دپاره وی هغه مضبوط اؤ پائیدار وی اؤ دَ کوم کار بنیاد چې پهٔ شک ، نفاق اؤ ټګۍ کښېښودې شوے وی هغه دَ انجام پهٔ لحاظ داسې کمزورے اؤ بې کاره وی لکه څوک چې دَ یو زوړند غوزیدونکی کمر پهٔ سر بنیاد کیږدی چې کهٔ ایله هوا دیکه ورکړی یا معمولی زلزله راشی نو پهٔ درز به لاندې کندې ته وغورزیږی اؤ دړې وړې به شی۔
ف۱۲۵: یعنی کهٔ پهٔ څرګنده څوک یو نیک کار وکړی (لکه جمات جوړؤل) خو چې نیت ېٔ خراب وی ، ظالم اؤ نا انصافه وی نو دا نیک کار څهٔ خیر نهٔ ور رسوی۔
لَا یَزَالُ بُنْیَانُهُمُ الَّذِیْ بَنَوْا رِیْبَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلَّاۤ اَنْ تَقَطَّعَ قُلُوْبُهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۠۝۱۱۰
همېشه به وی دغه ابادی کومه چې دوی جوړه کړے ده دَ شک زړے دَ دوی پهٔ زړونو کښې مګر کله چې ټکړې ټکړې شی دَ دوی زړونه ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ حکمت خاوند۔ ف۱۲۶
ف۱۲۶: دَ ریبه ترجمه شک شوے دے مطلب ېٔ نفاق دے۔ یعنی دا ناکاره کارونه دَ دوی پهٔ زړونو کښې داسې پاخهٔ شوی دی چې تر څو مرګ ټوټې ټوټې کړی نهٔ وی دوی به هم دغسې پهٔ خپل منافقت قائم ولاړ وی۔ لکه څنګه چې دَ دې سورت پهٔ شروع کښې تیر شوی دی فَاَعْقَبَھُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِھِمْ اِلٰی یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ بِمَاۤ اَخْلَفُوا اللہَ مَا وَعَدُوْهُ وَ بِمَا کَانُوْا یَکْذِبُوْنَ ۝ (سوره توبه، آیت۷۷)
ځنو ترجمه کؤنکیو دَ ریبه ترجمه (کھٹکن) (پهٔ زړهٔ کښې ازغے) کړے دے۔ یعنی کومه آبادی چې دوی دَ خپل خراب مقصد دپاره کړے وه لېکن الله پاک خپل پېغمبر ته خبر ورکړو اؤ دَ دوی ټول خراب مطلبونه ختم شول اؤ ارمانونه ېٔ پهٔ زړهٔ کښې پاتی شول نو دا خیال به همېشه دَ دوی پهٔ زړهٔ کښې ازغے وی لېکن مشرانو اوله خوښه کړے ده لکه ابن کثیرؒ چې لیکلی دی۔
اِنَّ اللّٰهَ اشْتَرٰی مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَهُمْ وَ اَمْوَالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ١ؕ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیَقْتُلُوْنَ وَ یُقْتَلُوْنَ١۫ وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرٰىةِ وَ الْاِنْجِیْلِ وَ الْقُرْاٰنِ١ؕ وَ مَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ مِنَ اللّٰهِ فَاسْتَبْشِرُوْا بِبَیْعِكُمُ الَّذِیْ بَایَعْتُمْ بِهٖ١ؕ وَ ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۝۱۱۱
الله اخستی دَ مسلمانانو نه دَ دوی ځانونه اؤ مالونه پهٔ دې قیمت چې دَ دوی دپاره جنت دے۔ دا مسلمانان جنګ کوی دَ الله پهٔ لار کښې ، بیا دوی وژنی خلق اؤ دوی هم وژلی شی۔ دا پخه وعده ده دَ الله پهٔ ذمه پهٔ تورات اؤ انجیل اؤ قرآن کریم کښې۔ اؤ څوک دے دَ الله نه زیات دې وعده پوره کؤنکے۔ نو تاسو خوشحالیٔ وکړې پهٔ دغه معامله، کومه چې مو دَ الله سره کړے ده ، اؤ هم دغه لویه کامیابی ده۔ ف۱۲۷
ف۱۲۷: دَ دې نه فائده منده سوداګری به بله کومه وی چې زمونږ دَ معمولی مالونو اؤ حقیر ځانونو دَ الله پاک غوندې لوئے ذات خریدار شو۔ زمونږ دا مال دولت اؤ زمونږ ځانونه خو هسې هم پهٔ حقیقت کښې دَ الله پاک دی ، هغه زمونږ حقیقی مالک دے۔ دا دَ الله پاک فضل اؤ احسان دے چې هم هغه زمونږ حقیقی مالک دے۔ دا دَ الله پاک فضل اؤ احسان دے چې هم هغه خپل څیز رانه بیا پهٔ دومره غټ قیمت اخلی۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې پهٔ جنت کښې داسې داسې نعمتونه دی چې نهٔ چا پهٔ سترګو لیدلی دی، نهٔ پهٔ غوږونو اورېدلی دی اؤ نهٔ دَ بنیادم پهٔ خیال خاطر کښې تېر شوی دی۔ اوس دې فضل اؤ احسان ته وګوریٔ چې کوم حقیر مال اؤ ځان چې برائے نام زمونږ ملکیت دے هغه ېٔ دَ جنت قیمت نهٔ کړو اؤ نهٔ ېٔ دا وفرمائیل چې الله پاک بائع دے جنّت خرڅوی اؤ زمونږ مالونه اؤ ځانونه دَ هغې قیمت دے۔ بلکې دَ دې حقیر څیز پهٔ بدل کښې الله پاک زمونږ دپاره دَ جنّت غوندې عظیم نعمت خاص کړو۔ نو ځکه ېٔ دَ بِالْجَنَّةِ پهٔ ځائې وفرمائیل بِاَنَّ لَھُمُ الْجَنَّةَ۔ بیا پکار وه چې زمونږ نه ېٔ مال و ځان دَ جنّت پهٔ بدل کښې واخستو نو چې پهٔ دې ساعت ېٔ خپل شے قبضه کړے وې نو هغه ېٔ زمونږ سره پرېښو اؤ صرف پهٔ دومره قدرې خبره دَ جنّت وعده ده چې کله ضرورت پېښ شو چې مونږ دَ الله پهٔ لار کښې مال و سر قربانؤلو ته تیار یو۔ مونږ ېٔ ورکؤلو ته تیار یو۔ بیا ېٔ هغه رانه اخلی اؤ کهٔ پریږدی ېٔ۔ ځکه فرمائی: یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللہِ فَیَقْتُلُوْنَ وَ یُقْتَلُوْنَ یعنی مقصود صرف دومره دے چې مونږ سر ومال حاضر کړو۔ نو بيا بل ووژنو اؤ کهٔ خپله ووژلی شو دواړه حالته کښې زمونږ سودا کره شوه اؤ دَ قیمت اخستو حقدار شو۔ ممکنه ده چې دَ چا پهٔ زړهٔ کښې دا شک راشی چې بېشکه دا سودا خو فائده منه ده خو دا ده چې قیمت پهٔ لاس نهٔ دے۔ دَ هغې ځواب ورکړې شو۔ وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرٰىةِ وَ الْاِنْجِیْلِ وَ الْقُرْاٰنِ یعنی اګرچې قیمت پهٔ لاس نهٔ دے خو دَ ډوبېدو خطره ېٔ نشته۔ دَ دې رسید ډېر ښهٔ پوخ لیکلے دے ، هم پهٔ انجیل اؤ هم پهٔ قرآن کښې ېٔ پخه وعده ده اؤ دَ الله پاک دَ طرف نه دَ بې لوظیٔ څهٔ امکان نشته نو دا دَ الله پاک دَ طرف نه قرض دَ نورو پهٔ لاس سودا نهٔ ده (کېدے شی چې بل څوک پهٔ لاس سودا کښې کوټه پېسې ورکړی پهٔ دې سودا کښې دا نشته) نو مسلمانانو ته پکار دی چې پهٔ دې سودا خوشحالی وکړی اؤ پهٔ خپل قسمت فخر وکړی۔ دَ دې نه ښهٔ موقع به بله کومه وی چې الله پاک زمونږ دَ سرومال خریدار دے نو بیا ورکښې اسره دَ څهٔ ده؟ رښتیا وئیلی دی حضرت عبدالله بن رواحهؓ چې دا داسې سودا ده چې پهٔ دې کښې مونږ دَ واپس کؤلو پهٔ څهٔ شکل پرېښؤل نهٔ غواړو۔ (الله پاک دې مونږ کمزوری هم دَ هغه مؤمنانو پهٔ ټولی کښې شمار کړی۔ آمین)
اَلتَّآىِٕبُوْنَ الْعٰبِدُوْنَ الْحٰمِدُوْنَ السَّآىِٕحُوْنَ الرّٰكِعُوْنَ السّٰجِدُوْنَ الْاٰمِرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ النَّاهُوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ الْحٰفِظُوْنَ لِحُدُوْدِ اللّٰهِ١ؕ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۱۲
دغه کسان دی توبه ویستونکی ، بندګی کؤنکی ، شکر کؤنکی ، بې تعلقه وسیدونکی ف۱۲۸ ، رکوع کؤنکی ، سجده کؤنکی ، حکم کؤنکی دَ نیکو کارونو اؤ منع کؤنکی دَ ناکاره کارونو نه ف۱۲۹ اؤ حفاظت کؤنکی دَ الله دَ حدونو چې الله مقرر کړی۔ اؤ زېرے واؤروه ایماندارو ته۔ ف۱۳۰
ف۱۲۸: ځنو خلقو دَ سَآئِحُوْنَ نه مطلب روژه دار اخستے دے۔ ځکه چې دَ روژه دار دَ خوراک څښاک اؤ دَ دنیا دَ نعمتونو نه بې تعلقه شی اؤ روحانی اؤ ملکوتی مقام کښې مشغول وی۔ دَ ځنو پهٔ خیال دَ دې نه مراد مهاجرین دی چا چې کور کلے اؤ خپل خپلوان دَ اسلام پهٔ خاطر پریٔښی دی اؤ ځنو ترېنه مجاهدین مراد کړی دی چې هغوی دَ خپل سر اؤ مال هر څهٔ نه ځانونه بې تعلقه کړی دی اؤ هر څهٔ ېٔ دَ الله پهٔ لار کښې قربان کړی دی۔ دَ ځنو پهٔ خیال ترېنه دَ دین طالب علمان مراد دی چې خپل وطن اؤ خپل خپلوان پریږدی اؤ دَ علمِ دین پهٔ طلب کښې سفر اختیار کړی۔ بهرحال دَ مترجمؒ پهٔ دې ترجمه کښې دَ ټولو معناګانو ګنجائش شته۔
حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې دَ بې تعلقه مطلب دا دے چې دنیا پورې ېٔ زړهٔ نهٔ وی تړلے۔ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ دنیا محبّت نهٔ وی۔
ف۱۲۹: یعنی خپله هم سم دی اؤ دَ نورو هم دَ سمؤلو کوشش کوی۔ یعنی دَ هغوی کار دَ الله عبادت اؤ دَ الله دَ بندګانو خدمت دے اؤ دَ خلقو خیرخواهی ده۔
ف۱۳۰: یعنی دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ چې الله پاک کوم حدونه مقرر کړی دی دَ هغې نه تېرې نهٔ کوی۔ یعنی دَ شریعت دَ حکم نه اخوا دېخوا قدم نهٔ اخلی۔ دا ټول اوصاف دَ هغه مؤمنانو دی چا چې خپل سر اؤ مال پهٔ الله پاک خرڅ کړے دے۔
مَا كَانَ لِلنَّبِیِّ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ یَّسْتَغْفِرُوْا لِلْمُشْرِكِیْنَ وَ لَوْ كَانُوْۤا اُولِیْ قُرْبٰی مِنْۢ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ۝۱۱۳
لائقه نهٔ ده دَ نبیﷺ سره اؤ دَ مسلمانانو سره چې بخښنه وغواړی مشرکانو دپاره اؤ اګر کهٔ نژدے خپلوان وی هر کله چې دوی ته دا څرګنده شوه چې دا دوزخیان دی۔ ف۱۳۱
ف۱۳۱: هر کله چې مؤمنانو خپل سر اؤ مال پهٔ الله پاک خرڅ کړو نو پکار ده چې اوس صرف هم دَ هغهٔ شی ، دَ هغهٔ دښمنانو سره (چې دَ هغوی دوزخیان کېدل معلوم دی) هېڅ محبّت اؤ تعلق نهٔ ساتی۔ اګر کهٔ دَ الله دښمنان ېٔ نژدے خپلوان لکه پلار ، نیکهٔ ، ترهٔ ، ورارهٔ اؤ تربور وی۔ څوک چې دَ الله دښمن اؤ نافرمانه وی هغه دَ مسلمان دوست نهٔ شی کېدے نو دَ چا متعلق چې معلومه شی چې دا یقینی دوزخی دے دَ وحې پهٔ ذریعه (پهٔ ژوند) یا چې هغه دَ څرګند کفر اؤ شرک پهٔ حالت کښې مړ وی دَ داسې کس دپاره دَ بخښنې دعا غوښتل منع دی۔ پهٔ ځنو روایتونو کښې راځی چې دا آیت دَ حضور اکرمﷺ دَ والدې بی بی آمنېؓ پهٔ حق کښې نازل شوے دے اؤ ځنی وائی چې دَ حضور اکرمﷺ دَ مهربان ترهٔ حضرت ابو طالب پهٔ حق کښې نازل شوے دے اؤ بعضې عالمانو وئیلی دی چې دَ ځنو مسلمانانو دا خواهش وهٔ چې خپلو مشرکانو پلارانو نیکونو ته چې مړهٔ وو دَ مغفرت دعا وغواړی نو پهٔ دې آیت کښې منع راغله۔ بهرحال شانِ نزول ېٔ هر څهٔ چې وی خو حکم دا دے چې دَ چا خاتمه پهٔ کفر اؤ شرک معلومه وی دَ هغهٔ دپاره استغفار جائز نهٔ دے۔
فائده: دَ حضور اکرمﷺ دَ مور پلار پهٔ حق دَ عالمانو ګڼ قولونه دی ځنو دَ هغوی مؤمن کېدو اؤ نجات پهٔ حق کښې مستقل کتابونه لیکلی دی اؤ ډېر بحثونه ېٔ پکښې کړی دی۔ خو احتیاط پهٔ دې کښې دے چې داسې باریکو خبرو کښې هډو بحث پکار نهٔ دے۔ حقیقت الله ته معلوم دے۔ اؤ دَ هغهٔ اختیار دے چې نجات ورکوی کهٔ عذاب۔
وَ مَا كَانَ اسْتِغْفَارُ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ اِلَّا عَنْ مَّوْعِدَةٍ وَّعَدَهَاۤ اِیَّاهُ١ۚ فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗۤ اَنَّهٗ عَدُوٌّ لِّلّٰهِ تَبَرَّاَ مِنْهُ١ؕ اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَاَوَّاهٌ حَلِیْمٌ۝۱۱۴
اؤ بخشش غوښتل دَ ابرهیمؑ دَ خپل پلار دپاره نهٔ وو مګر دَ هغې وعدې پهٔ سبب چې کړے ېٔ وه دَ پلار سره ، بیا کله چې څرګنده شوه ابرهیمؑ ته چې هغه دَ الله دښمن دے نو وېزار شو ترېنه۔ بېشکه ابرهیمؑ ډېر نرم دل اؤ تحمّل کؤنکے وهٔ۔ ف۱۳۲
ف۱۳۲: پهٔ سورتِ مریم کښې دی چې کله دَ ابراهیمؑ پلار دَ ایمان راؤړو نه انکار وکړو اؤ دَ عناد پهٔ وجه ېٔ ابراهیمؑ باندې دَ مرګ دپکې وکړې نو هغهٔ دَ مور پلار دَ ادب پهٔ خیال ورته ووې سَلَامٌ عَلَیْكَ سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ اِنَّهٗ کَانَ بِیْ حَفِیًّا۔
(یعنی زهٔ به دَ خپل رب نه ستاسو بخښنه غواړم هغه پهٔ ما مهربان دے) نو دَ دغې وعدې پهٔ وجه به هغهٔ دَ پلار دپاره دَ الله نه بخښنه غوښته ، لکه بل ځائې کښې راځی فَاغْفِرْ لِاَبِیْ۔ دَ دې مطلب دا نهٔ وهٔ چې ابراهیمؑ دَ یو مشرک دپاره دَ شرک پهٔ حالت کښې بخښنه غوښته بلکې مطلب ېٔ دا وهٔ چې اے الله دهٔ ته هدایت وکړې۔ اؤ دَ ایمان توفیق ورکړې اؤ دَ ایمان راؤړو پهٔ وجه ورته زاړهٔ ګناهونه معاف کړې۔ دَ ابراهیمؑ دَ استغفار پهٔ وجه دَ ځنو اصحابوؓ پهٔ زړهٔ کښې راغله چې مونږ هم خپل مور پلار دپاره بخښنه وغواړو کوم چې مشرکان مړهٔ دی دَ هغې ځواب الله پاک ورکړو چې ابراهیمؑ خو به استغفار تر هغه وخته کؤلو تر څو چې ورته دا معلومه شوے نهٔ وه چې دې به دغسې دَ شرک پهٔ حالت کښې مری۔ ځکه چې دا ممکن وو چې ایمان ېٔ راؤړے وې۔ اؤ دَ عذاب نه بچ شوے وې۔ بیا چې کله هغه دَ شرک پهٔ حالت کښې مړ شو اؤ څرګنده شوه چې اوس ېٔ دَ نجات څهٔ ذریعه نشته نو هغه هم ترېنه ویزار شو بیا ېٔ استغفار بند کړو۔ اول ېٔ دَ خپل نرم اؤ مشفقانه طبیعت پهٔ وجه تر آخره دا طمع وه چې ایمان به راؤړی نو دعا ېٔ ورته کؤله۔ بیا چې کله ېٔ طمع قطع شوه نو صبر ېٔ وکړو۔ پهٔ حدیث کښې دی چې دَ قیامت پهٔ ورځ به ابراهیمؑ دَ الله پاک پهٔ دربار کښې خواست وکړی۔ اے الله ستا وعده وه چې ما به شرموے نه۔ نو دَ دې نه زیات شرم به څهٔ وی چې نن زما پلار دَ ټولې دنیا پهٔ مخ کښې دوزخ ته وغورزؤلے شی۔ پهٔ دغه وخت کښې به دَ هغهٔ دَ پلار شکل دَ شرمخ پهٔ شان شی اؤ فرښتې به ېٔ دوزخ ته راکاږی، شاید چې پهٔ دې وجه چې څوک ېٔ ونهٔ پېژنی چې دا دَ ابرهیمؑ پلار دے نو هغه به دَ شرم نه بچ شی۔
وَ مَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِلَّ قَوْمًۢا بَعْدَ اِذْ هَدٰىهُمْ حَتّٰی یُبَیِّنَ لَهُمْ مَّا یَتَّقُوْنَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۱۱۵
اؤ الله داسې نهٔ دے چې ګمراه کړی یو قوم۔ پس دَ دې نه چې لارې ورته ښیٔلی دی تر څو چې ورته څرګندې نهٔ کړی هغه خبرې چې بچ کېدل ترې پکار دی۔ بېشکه الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے، ف۱۳۳
ف۱۳۳: یعنی دَ پوره دلائلو اؤ حق څرګندؤلو نه مخکښې الله پاک څوک نهٔ ګمراه کوی۔ ګمراهی دا ده چې دَ الله پاک احکام ورته صفا معلوم شی اؤ بیا هم ورباندې عمل ونهٔ کړی۔ پهٔ دې کښې دې طرف ته اشاره ده چې دَ ممانعت دَ حکم نازلېدو نه مخکښې کهٔ چا مشرکانو خپلوانو ته دَ بخښنې دعا کړی وی نو پهٔ هغې څهٔ ګرفت نشته اؤ کهٔ دې نه پس څوک کوی نو ګنهګار دے۔
اِنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ١ؕ وَ مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍ۝۱۱۶
بېشکه هم یواځې دَ الله دپاره بادشاهی دَ آسمانونو اؤ زمکې ده هغه ژوند ورکوی اؤ مرګ راولی اؤ نشته ستاسو دپاره دَ الله نه سوا بل څوک دوست اؤ نهٔ مددګار۔ ف۱۳۴
ف۱۳۴: چې بادشاهی یواځې دَ الله ده نو حکم هم دَ هغهٔ چلېدل پکار دی۔ هغه چې پهٔ خپل کامل قدرت اؤ محیط علم کوم احکام جاری کوی۔ بندګانو ته پکار دی چې بې خطرې ورباندې عمل کوی اؤ بل دَ هېچا پکښې څهٔ خیال نهٔ ساتی۔
لَقَدْ تَّابَ اللّٰهُ عَلَی النَّبِیِّ وَ الْمُهٰجِرِیْنَ وَ الْاَنْصَارِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ فِیْ سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْۢ بَعْدِ مَا كَادَ یَزِیْغُ قُلُوْبُ فَرِیْقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ١ؕ اِنَّهٗ بِهِمْ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌۙ۝۱۱۷
الله مهربان شو پهٔ نبیﷺ اؤ مهاجرینو اؤ انصارو باندې چې ملګرتیا ېٔ کړے ده دَ نبیﷺ پهٔ سخت وخت کښې ف۱۳۵ پس دَ دې نه چې نژدے ده چې دَ ځنو کسانو زړونه ورغړی بیا الله پهٔ دوی مهربانه شو، بېشکه هغه پهٔ دوی مهربانه دے رحم کؤنکے۔ ف۱۳۶
ف۱۳۵: دَ سخت وخت نه مطلب دَ تبوک دَ غزا وخت دے، چې سخته ګرمی وه ، دَ قحط زمانه وه اؤ لرې وږد مزل وهٔ۔ دلته دَ کجورو دَ پخېدو موسم وهٔ اؤ باغونو کښې یخ سیوری وو۔ علاوه دَ دې نه مقابله دَ یو لوئی طاقتور حکومت دَ مضبوط اؤ پهٔ وسله پوره فوځ سره وه ، پهٔ مقابله کښې دلته دَ بې سروسامانیٔ دا حال وهٔ چې دَ قحط سالۍ پهٔ وجه دَ فوځ دَ راشن انتظام نهٔ وهٔ۔ یوه یوه کجوره به پهٔ دوؤ کسانو تقسیمېده۔ آخر کښې خو دا حال شو چې پهٔ دوه کسه د ورځې یو کجوره هم نهٔ رسېده۔ دَ اوبو ذخیره هم ختمه شوه۔ دَ بدې ورځې به ېٔ اوښان ذبح کؤل اؤ دَ هغو دَ خېټو نه به ېٔ اوبهٔ وېستې هغه به ېٔ ګوټ ګوټ څښلې۔ دَ سورلۍ دا حال وهٔ چې پهٔ لس لس کسه یو اوښ وهٔ۔ وار پهٔ وار به لږ لږ ساعت سورېدل (اؤ نور به پیاده روان وو) دَ ایثار اؤ قربانیٔ دغه جذبه وه چې دا دَ شمار څو کسان دَ دنیا پهٔ ټولو قومونو غالب شول۔
ف۱۳۶: نبی کریمﷺ باندې دَ الله پاک بې حسابه فضل وهٔ اؤ دَ هغوی پهٔ برکت مهاجرینو اؤ انصارو باندې هم خاص فضل وهٔ چې الله پاک دَ ایمان توفیق ورکړو اؤ دَ رسول کریمﷺ پهٔ تابعداریٔ کښې ېٔ جهادونه وکړل اؤ پهٔ داسې سخت وخت کښې چې نژدے وه چې دَ ځنو مؤمنانو هم ښپې ښوئیدلې وې۔ الله پاک ورباندې بیا مهربانی وکړه چې همّت اؤ طاقت ېٔ ورکړو اؤ دَ شیطان دَ وسوسو نه ېٔ پهٔ امان کړل۔
وَّ عَلَی الثَّلٰثَةِ الَّذِیْنَ خُلِّفُوْا١ؕ حَتّٰۤی اِذَا ضَاقَتْ عَلَیْهِمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَ ضَاقَتْ عَلَیْهِمْ اَنْفُسُهُمْ وَ ظَنُّوْۤا اَنْ لَّا مَلْجَاَ مِنَ اللّٰهِ اِلَّاۤ اِلَیْهِ١ؕ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوْبُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۠۝۱۱۸
اؤ پهٔ هغه درے کسانو څوک چې وروستو ساتلی شوی وو۔ ف۱۳۷ تر دې چې تنګه شوه پهٔ هغوی باندې زمکه سره دَ فراخیٔ اؤ تنګ شول پهٔ خپلو ځانونو پورې اؤ پهٔ دې پوهه شول چې دَ الله نه هېچرته پناه نشته بې دَ هغهٔ نه ، بیا الله پهٔ هغو مهربانه شو چې دوی توبه وکړی، بېشکه الله دے مهربانه رحم کؤنکے۔ ف۱۳۸
ف۱۳۷: دا درے کسان کعب بن مالکؓ ، هلال بن امیهؓ اؤ مراره بن ربیعؓ وو۔ دا درے واړه منافقان نهٔ وو مخلصان مسلمانان وو خو دَ کم همتیٔ پهٔ وجه بغېر دَ شرعی عذر نه دَ تبوک پهٔ غزا کښې شرکت نه پاتی شوی وو۔ بیا چې کله حضور اکرمﷺ دَ غزا نه راواپس شو نو منافقانو خو قسم قسم دَ دروغو عذرونه پیش کړل اؤ دَ مسلمانانو یو ټولی دَ جرم دَ اقرار نه پس دَ معافیٔ غوښتو دپاره دَ مسجد نبویﷺ ستنو پورې ځان وتړلو اؤ دې دریو کسانو نه عذرونه پېش کړل اؤ نهٔ ېٔ ځان وتړلو۔ خو دَ حضورﷺ پهٔ مخکښې ېٔ صفا صفا دَ خپل جرم اقرار وکړو اؤ معافی ېٔ وغوښته۔ نتیجه دا شوه چې دَ منافقانو پهٔ حق کښې خو حضور اکرمﷺ ته دَ ځان ناغرضه کؤلو حکم وشو چې الله ته ېٔ وسپاره اؤ ځان پرې غلې کړه بیا به کتې شی۔ اؤ چا چې ځان تړلے وهٔ دَ هغوی دَ توبې قبلېدو اعلان وشو اؤ دَ دې دریو کسانو فیصله پرېښوې شوه۔ پنځوس ورځې پس بیا دَ دوی توبه هم قبوله شوه۔
ف۱۳۸: لکه څنګه چې خپله دَ کعب بن مالکؓ نه دَ بخاری شریف روایت دے۔ فرمائی چې دَ تبوک غزا ډېره اهمه وه نو حضور اکرمﷺ ټولو اصحابو ته دَ عام تیاریٔ حکم ورکړے وهٔ (یعنی دا چې ټول خلق دې ځان تیار کړی) هر چا دَ خپل طاقت مطابق تیارے شروع کړو۔ زهٔ بې فکره ووم ځکه چې پهٔ دې وخت زما سره دَ الله پهٔ فضل دَ هېڅ کمے نهٔ وهٔ۔ دَ یو پهٔ ځائې راسره دوه اسونه وو۔ ما وې چې کله څوک روانیږی زهٔ به پهٔ هغه ساعت ورسره شم۔ هر څهٔ تیار دی۔ پهٔ دې غفلت کښې ووم چې حضور اکرمﷺ دَ کوچ حکم وکړو اؤ دَ دیرش زره مجاهدانو سره روان شو ، زما بیا هم دا خیال وهٔ چې دوی به دَ ګڼې پهٔ وجه ورو ورو ځی، زهٔ کهٔ یو ورځ وروستو روان شم هم ورپسې به ورسم لار کښې به ېٔ لاندې کړم۔ پهٔ نن صبا کښې پاتې پاتې کېدم تر دې چې حضور اکرمﷺ تبوک ته ورسېدو نو هلته ېٔ تپوس وکړو چې پهٔ کعب بن مالکؓ څهٔ چل وشو چې رانهٔ غلو۔ دَ بنو سلمه دَ یو قبیلې سړی ورته ووې چې هغه دَ عېش پسندیٔ اؤ غرور پهٔ وجه پاتې شو۔ معاذ بن جبلؓ ورته ووې تا ښهٔ خبره ونهٔ کړه۔ قسم پهٔ الله کعب کښې مونږ څهٔ بدی نهٔ ده لیدلے هغه ډېر ښهٔ بنده دے۔ حضور اکرمﷺ خاموش شو څهٔ غږ ېٔ ونهٔ کړو۔ کعبؓ فرمائی چې دَ حضور اکرمﷺ دَ تلو نه وروستو زهٔ پهٔ دې خبره ډېر پریشان ووم چې مدینه منوّره کښې بې دَ منافقو اؤ معذورو مسلمانانو نه بل روغ جوړ مسلمان پهٔ نظر نهٔ راتلو۔ ما پهٔ زړهٔ کښې ډېرې خبرې جوړؤلے چې حضور اکرمﷺ ته به دا بهانه کوم دا به کوم۔ خو چې کله حضور اکرمﷺ کامیاب واپس راورسېدو نو دَ زړهٔ نه مې دَ دروغو بهانې ووتې۔ اؤ دا فیصله مې وکړه چې صفا صفا رښتیا به ورته وایم۔ دَ پېغمبرﷺ پهٔ دربار کښې پهٔ دروغو خلاصې نشته۔ حضور اکرمﷺ پهٔ مسجدِ نبویﷺ کښې ناست وهٔ۔ صحابه کرامؓ ترېنه چاپېره وو۔ منافقانو دَ دروغو عذرونه پېش کؤل چې زهٔ مجلس ته راغلم پهٔ حضور اکرمﷺ مې سلام واچؤلو۔ حضور اکرمﷺ مسکے شو خو دَ خندا نه ېٔ دَ غصې اظهار کېدو۔ ما نه ېٔ دَ غېر حاضریٔ وجه وپوښتله۔ ما عرض وکړو یا رسول اللهﷺ کهٔ زهٔ دې وخت کښې دَ چا دنیادار مخکښې حاضر وې نو تا به لیدلی وو چې دَ ژبې دَ دلائلو اؤ تقریر دَ فصاحت پهٔ زور ما ځان ځنګه خلاصؤلو خو دلته خو معامله دَ داسې ذات ده کهٔ زهٔ پهٔ دې وخت ځان پهٔ دروغو خالص هم کړم اؤ حضور اکرمﷺ راضی کړم خو بیا به الله پاک هغهٔ ته حق څرګند کړی اؤ بیا به زما نه ناراضه شی۔ اؤ کهٔ پهٔ رښتیا وېنا کهٔ رانه لږ ساعت دپاره خفه شی خو شاید چې دَ رښتیاؤ آخره نتیجه بهتره وی اؤ رښتیا وېنا به ما دَ الله پاک اؤ دَ رسول پاکﷺ دَ غصې نه بچ کړی۔ یا رسول اللهﷺ حقیقت دا دے چې زما سره دَ غیر حاضریٔ څهٔ معقول عذر نشته۔ کوم وخت چې زهٔ دَ حضور اکرمﷺ دَ ملګرتیا دَ نعمت نه محروم پاتې شوم دَ دې وخت نه زیاته فراخی پهٔ ما باندې هېچرې نهٔ وه۔ زهٔ واقعی مجرم یم ، اوس اختیار ستا دے زما پهٔ حق کښې چې څهٔ حکم کوې ما ته پهٔ سر سترګو منظور دے۔
حضور اکرمﷺ وفرمائیل دا یو سړے دے چې رښتیا خبره ېٔ وکړه۔ ځه تهٔ اوس لاړ شه اؤ دَ الله دَ فیصلې انتظار وکړه۔ زهٔ پاڅېدم۔ وروستو راته معلومه شوه چې هلال بن اُمِيَّه اؤ مراره بن ربیع هم زما پهٔ شان وو۔ زمونږ درے واړو پهٔ حق کښې دا حکم وشو چې هېڅوک دې ورسره خبرې نهٔ کوی۔ اؤ ټول دې ترېنه جدا جدا ګرځی۔ نو زمونږ سره یو مسلمان هم خبرې نهٔ کؤلے۔ نهٔ به ېٔ دَ سلام ځواب راکؤلو۔ هغه دواړه خو دَ کور پهٔ ګوټ کښې کښېناستل شپهٔ ورځ به ژړېدل اؤ توبې به ېٔ ویستې۔ زهٔ لږ غوندې مضبوط ووم۔ نمانځهٔ ته به مسجدِ نبویﷺ ته راتلم۔ پهٔ حضور اکرمﷺ به مې سلام واچؤلو اؤ شونډو مبارکو ته به مې ېٔ کتل چې پهٔ ځواب کښې ېٔ خوزی کهٔ نه۔ کله چې به ما دَ حضور اکرمﷺ مبارک مخ ته کتل نو هغهٔ به رانه مخ واړؤلو۔ خاصو دوستانو اؤ نژدے خپلوانو هم رانه ځان جدا کړو۔ پهٔ دې کښې راته یوه ورځ یو سړی دَ غسان دَ بادشاه خط راؤړو۔ پهٔ هغې کښې ېٔ زما پهٔ مصیبت زما سره همدردی ښکاره کړے وه اؤ خپل ملک ته ېٔ دَ راتلو بلنه راکړے وه چې هلته به راته لویه مرتبه راکړې شی اؤ ډېر لوئے ستقبال به مې وشی۔ ما چې خط ولوستلو نو زړهٔ کښې مې ووې چې دا دَ الله پاک دَ طرف نه یو بل ازمېښت دے۔ هغه خط مې اور ته وغورزؤلو۔ څلوېښت ورځې پس دَ رسول اللهﷺ دَ دربار نه بل حکم راغلو چې زهٔ خپل کور کښې دَ خپلې ښځې نه دې هم بیل شم څهٔ تعلق ورسره نهٔ ساتم۔ نو ماخپله ښځه دَ پلار کره واستؤله چې پهٔ یو کور کښې راته ترېنه جدائی ګرانه وه۔ اؤ ورته مې ووې چې تر څو پورې زما پهٔ حق کښې فیصله نهٔ وی شوے تر هغې کور ته مهٔ راځه۔ دَ ټولو نه غټ غم راسره دا وهٔ چې کهٔ پهٔ داسې حالت کښې مې نېټه پوره شوه نو حضور اکرمﷺ به راباندې دَ جنازې نمونځ هم ونهٔ کړی ( اؤ اخرت به مې تباه شی) اؤ الله دې نهٔ کړی کهٔ پهٔ دغه ورځو کښې نبی کریمﷺ وفات شی نو مسلمانان به راسره ټول عمر دغسې سلوک کوی اؤ پهٔ مرګ به هم راته څوک رانژدے نهٔ شی۔ غرض دا چې پنځوس ورځې پهٔ دې حالت کښې تېرې شوې چې پهٔ ژوند پورې تنګ شوے ووم۔ ژوند راته دَ مرګ نه ګران شوے وهٔ۔ چې یو ورځ ناګهانه دَ جبلِ مسلع دَ طرف نه اواز راغلو یَا کَعْبُ اَبْشِرْ (اے کعبه مبارک دې شه) زهٔ دَ شکر پهٔ سجده پرېوتم۔ معلومه شوه چې پهٔ آخره شپه کښې پهٔ پېغمبر علیه السّلام وحې راغلے وه چې زما توبه قبوله شوه۔ نو حضور اکرمﷺ دَ سحر دَ نمانځهٔ نه پس اصحابوؓ ته خبر ورکړو۔ یو سړے پهٔ منډه ما پسې راغلو چې خبر راکړی خو سړی دَ غرهٔ نه چغه ووهله۔ دَ هغهٔ چغه دَ سړی نه مخکښې ما واؤرېده اؤ ما خپلې اغوښتې جامې وویستې هغه اواز والا ته مې پهٔ زیری کښې ورکړې۔ بیا دَ نبی کریمﷺ پهٔ مجلس کښې حاضر شوم۔ خلق به ډلې ډلې مبارکیٔ ته راتلل۔ پهٔ مهاجرینو کښې راسره دَ ټولو نه اول حضرت طلحهؓ مصافحه وکړه۔ دَ حضور اکرمﷺ تندې روڼ وهٔ۔ ما ته ېٔ وفرمائیل مبارک شه الله پاک ستا توبه قبوله کړه۔ ما عرض وکړو دَ دې توبې تتمه (پوره کؤل) دا دی چې زهٔ خپل ټول مال اؤ جائیداد دَ الله پهٔ نوم خیرات کوم۔ حضور اکرمﷺ وفرمائیل چې ټول نه۔ څهٔ دَ ځان دَ ګذارې دپاره پرېږده۔ چنانچې ما دَ خیبر حصه ځان ته پرېښوه اؤ نور مال جائیداد مې وقف کړو۔ دغسې دَ رښتیاؤ پهٔ برکت زهٔ کامیاب شوم اؤ پهٔ زړهٔ کښې مې دا پخه وعده وکړه چې تول عمر به هېچرې بیا پهٔ هېڅ خبره کښې دروغ ونهٔ وایم۔ دَ دې نه پس پهٔ ما ډېر سخت امتحانونه راغلل خو دَ خپل قول نه وانهٔ وړېدم اؤ نهٔ به چرې پهٔ خپل ژوند واؤړم۔ پهٔ دې آیتونو کښې دې واقعې ته اشاره ده۔ نو پهٔ دې دریو کسانو اوله مهربانی خو دا ده چې دَ ایمان اؤ اخلاص توفیق ېٔ ورکړو اؤ دَ نفاق نه ېٔ بچ کړل۔ دویٔمه مهربانی پرې دا وشوه چې دَ توبې توفیق ېٔ ورکړو خپل ځان ته ېٔ راښکل اؤ غلطی ېٔ ورته معاف کړه۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ كُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ۝۱۱۹
اے ایماندارو دَ الله نه ویره کویٔ اؤ دَ رښتونو ملګری وسیٔ۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی دَ رښتونو پهٔ مجلس کښې کښینیٔ اؤ دغه شان کار کویٔ۔ ګوریٔ دا درے کسه دَ رښتیاؤ پهٔ برکت معاف شول اؤ الله پاک ته نژدے شول۔ اؤ منافقان دَ دروغو پهٔ وجه دَ دوزخ دَ ټولو نه لاندې درجې حقدار شو۔
مَا كَانَ لِاَهْلِ الْمَدِیْنَةِ وَ مَنْ حَوْلَهُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ اَنْ یَّتَخَلَّفُوْا عَنْ رَّسُوْلِ اللّٰهِ وَ لَا یَرْغَبُوْا بِاَنْفُسِهِمْ عَنْ نَّفْسِهٖ١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّ لَا نَصَبٌ وَّ لَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ لَا یَطَـُٔوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْكُفَّارَ وَ لَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَۙ۝۱۲۰
دَ مدینې وسیدونکیو اؤ ورنه چاپېره دَ بانډو وسیدونکیو سره نهٔ ښائی چې وروستو پاتی شی دَ رسول اللهﷺ دَ ملګرتیا نه۔ اؤ نهٔ دا چې خواږهٔ ښکاره شی ورته خپل ځانونه دَ رسولﷺ دَ ځان نه۔ ف۱۴۰ دا ځکه چې غازیانو ته نهٔ رسی تنده اؤ نهٔ څهٔ تکلیف اؤ نهٔ څهٔ لوږه پهٔ لاره دَ الله کښې۔ اؤ نهٔ قدم ږدی پهٔ داسې ځائې کښې چې کافران پرې خفه کیږی۔ اؤ نهٔ پهٔ زور اخلی دَ دښمن نه څهٔ څیز مګر لیکلے شی دوی ته دَ دې پهٔ بدل کښې نیک کار، بېشکه الله نهٔ بربادوی حق دَ نیکیٔ کؤنکیو۔ ف۱۴۱
ف۱۴۰: یعنی رسول اللهﷺ خو دې سفر کښې تکلیفونه پورته کوی اؤ دوی دې پهٔ کورونو کښې پهٔ آرام ناست وی۔ داسې نهٔ ده پکار۔ پهٔ حدیث کښې راځی چې یو صحابی ابو خیثمهؓ هم دَ تبوک دَ غزا نه پاتې شوے وهٔ۔ دَ فوج دَ ورانېدو نه پس باغ ته لاړو هلته یخ سورې وهٔ۔ ښائسته ښځه ېٔ ناسته وه ، څپر کښې ېٔ اوبهٔ چړکاؤ کړے وې۔ دَ تازه کجورو غونچې ورته مخکښې پرتې وې اؤ یخې صفا اوبهٔ موجود وې۔ ناڅاپه دَ ابو خیثمهؓ پهٔ زړهٔ کښې څړیکه پورته شوه چې لعنت دې وی پهٔ داسې ژوند چې زهٔ خو یخ سیوری کښې ناست یم ، عېش کوم اؤ دَ الله محبوب به پهٔ سخته ګرمیٔ اؤ توده هوا کښې پهٔ سور نمر پهٔ سفر وی اؤ تندې به اخستې وی۔ دې خیال راتلو سره ېٔ اوښه را وغوښته وسله ېٔ را واخسته اؤ پهٔ حضور اکرمﷺ پسې پهٔ منډه روان شو۔ اوښه لکه دَ باد پهٔ شان تېزه روانه وه۔ لږ ساعت کښې لښکر ته ورسېدو۔ حضور اکرمﷺ دَ لرې نه ولیدو چې یو سور پهٔ اوښه پهٔ منډه را روان دے۔ نو وې فرمائیل کُنْ اَبَا خَیْثُمَهْ (دا به ابو خیثمه وی) لږ ساعت پس ټولو وپېژندو چې یقینًا ابو خیثمهؓ دے۔
ف۱۴۱: یعنی سره دَ دې چې اکثر څیزونه (لکه لوږه ، تنده وغېره) تکلیفونه اختیاری نهٔ دی بیا هم دَ جهاد دَ نیت پهٔ برکت دَ دې غیر اختیاری څیزونو پهٔ بدل کښې ورته پهٔ فهرست کښې نیک عملونه لیکلے شی اؤ ثواب پرې ورکؤلے شی۔
وَ لَا یُنْفِقُوْنَ نَفَقَةً صَغِیْرَةً وَّ لَا كَبِیْرَةً وَّ لَا یَقْطَعُوْنَ وَادِیًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۲۱
اؤ نهٔ خرڅ کوی څهٔ ورکوټې خرڅ یا غټ اؤ نهٔ تیریږی پهٔ یو میدان مګر لیکلے شی دَ دوی ف۱۴۲ دپاره څهٔ جزاء ورکړه دوی ته الله بهتره جزاء دَ هغه کارونو چې دوی ېٔ کوی ف۱۴۳
ف۱۴۲: خرڅ کؤل یا مزل کؤل خپله نیک عملونه اؤ اختیاری کارونه دی۔ ځکه دلته صرف اِلَّا کُتِبَ لَهُمْ ووئیلی شو۔ دَ مخکښې غوندې (کُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ) ونهٔ وئیلی شو۔ دا نکته ابن کثیرؒ بیان کړے ده۔
ف۱۴۳: یعنی دَ بهترین عمل به بهترینه جزا ورکؤلے شی۔
وَ مَا كَانَ الْمُؤْمِنُوْنَ لِیَنْفِرُوْا كَآفَّةً١ؕ فَلَوْ لَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىِٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ وَ لِیُنْذِرُوْا قَوْمَهُمْ اِذَا رَجَعُوْۤا اِلَیْهِمْ لَعَلَّهُمْ یَحْذَرُوْنَ۠۝۱۲۲
اؤ داسې خو نهٔ شی کېدے چې مسلمانان ټول پهٔ ایړه را ووځی ، نو ولې راونهٔ وته دَ هرې ډلې نه خپله برخه۔ چې پوهه پیدا کړی پهٔ دین کښې اؤ چې خبر ورسوی خپل قوم ته کله چې دوی ته را واپس شی چې دوی ځانونه وساتی۔ ف۱۴۴
ف۱۴۴: پهٔ تېرو رکوعګانو کښې دَ جهاد فضیلت اؤ جهاد ته دَ نهٔ وتو بد وئیلی شوی وو۔ ممکنه وه چې دې نه چا دا خیال کړے وې چې همېشه جهاد دپاره پهٔ ټولو مسلمانانو شریکېدل فرضِ عین دی۔ پهٔ دې آیت کښې تسلّی ورکړې شوه چې دا همېشه دپاره ضروری نهٔ ده اؤ نهٔ مصلحت دا دے چې ټول مسلمانان دې په یو ځائې جهاد ته ووځی۔ مناسب دا ده چې دَ هرې قبیلې اؤ هر قوم نه یوه ډله جهاد ته روانیږی اؤ باقی خلق خپلو نورو ضروریاتو پوره کؤلو ته پاتې کیږی۔ اوس کهٔ حضور اکرمﷺ خپله جهاد ته روان وی نو چې کومه ډله دَ حضور اکرمﷺ پهٔ ملګرتیا کښې روانه وی پهٔ خپلو سترګو واقعات ووینی اؤ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مجلس کښې دَ دین علم حاصل کړی نو چې واپس راشی پاتې کسانو ته به حال ووائی اؤ پهٔ ښهٔ بد به ېٔ خبر کړی۔ اؤ کهٔ فرض کړه حضورﷺ خپله پهٔ مدینه منوّره کښې قیام کړے وې۔ خپله جهاد ته نهٔ وې وتې نو چې کوم خلق ورسره پاتې وې هغوی به دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مجلس کښې دَ دین خبرې زده کړے وې اؤ دَ مجاهدینو دَ روانېدو نه پس چې کوم وحې اؤ احکام راغلی وی پهٔ هغې به ځان ښهٔ پوهه کړی اؤ چې مجاهدین را واپس شی نو بیا به هغوی پهٔ دې احکامو خبر کړی۔ دَ آیت پهٔ الفاظو کښې دَ دې دواړو خبرو احتمال شته لکه روح المعانی چې لیکلی دی۔
حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې: هر قوم ته پکار دی چې څهٔ کسان همېشه دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مجلس کښې شامل وی چې دَ دین خبرې زده کوی اؤ نور قوم ته ېٔ بیا ښیٔ۔ اوس حضور اکرمﷺ پهٔ دې دنیا کښې موجود نهٔ دے لېکن دَ دین علم اؤ عالمان شته۔ علمِ دین حاصلؤل هم فرضِ کفایه دی اؤ جهاد هم فرضِ کفایه دے۔ البته کهٔ پهٔ څهٔ وخت کښې دَ مسلمان بادشاه دَ طرف نه دَ عامې لام بندیٔ حکم وشی نو جهاد پهٔ هر روغ جوړ دَ جنګ قابل مسلمان فرضِ عین شی۔ پهٔ تبوک کښې دغه شان دَ عامې لام بندیٔ حکم وهٔ ځکه چې وروستو پاتې کېدونکیو نه تپوس کېدو۔ والله اعلم۔
دَ ابو حیانؒ پهٔ خیال دا آیت دَ جهاد پهٔ حق کښې نهٔ دے۔ صرف دَ طلبِ علم پهٔ حق کښې دے۔ دَ جهاد اؤ طلبِ علم ترمینځه مناسب دا دے چې دواړو کښې دَ الله دَ رضا دپاره دَ کوره وتل اؤ سفر دے اؤ دَ دواړو غرض دَ دین طاقت اؤ دَ حق مضبوطیا ده۔ پهٔ یو کښې پهٔ وسله اؤ پهٔ بل کښې پهٔ ژبه۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَاتِلُوا الَّذِیْنَ یَلُوْنَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَ لْیَجِدُوْا فِیْكُمْ غِلْظَةً١ؕ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ۝۱۲۳
اے ایماندارو! جنګېږیٔ خپل نژدے کافرو سره ف۱۴۵ اؤ پکار ده چې هغوی ته معلومه شی پهٔ تاسو کښې مضبوطیا ف۱۴۶ اؤ پوهه شیٔ چې الله پرهېزګارو سره دے۔ ف۱۴۷
ف۱۴۵: جهاد فرضِ کفایه دے کوم چې دَ ترتیب پهٔ لحاظ اول دَ هغه کافرو سره ضروری دے کوم چې مسلمانانو سره نژدے وی بیا پهٔ هغې پسې نژدے کفارو سره هم دغه شان درجه پهٔ درجه به دَ جهاد کړیٔ فراخیږی۔ دَ نبی کریمﷺ اؤ خلفائے راشدینوؓ پهٔ زمانه جهاد پهٔ دغه طریقه شوے دے۔ پهٔ دفاعی جهاد کښې هم عالمانو دغه ترتیب خوښ کړے دے۔ چې پهٔ کوم اسلامی ملک کافران حمله وکړی دَ هغې ملک پهٔ ټولو مسلمانانو دفاعی جنګ فرض دے۔ کهٔ دَ دې ملک خلق دَ کافرو پهٔ مقابله کښې کم وی پوره دفاع نهٔ شی کؤلے نو ورسره نژدے دَ اسلامی ملک پهٔ مسلمانانو باندې دَ دې ملک دفاع فرض ده۔ اؤ کهٔ هغوی هم کافی نهٔ وی نو بیا ورسره پهٔ بل ملک هم دغه شان دَ ضرورت پهٔ وخت درجه پهٔ درجه به دَ مشرق نه تر مغرب پهٔ ټولو اسلامی ملکونو جهاد فرض کیږی۔
ف۱۴۶: دَ مسلمان شان دے چې دَ خپل مسلمان ورور دپاره نرم اؤ دَ الله اؤ دَ رسولﷺ دَ دښمنانو پهٔ حق کښې سخت وی چې دښمنان زړهٔ ور نهٔ شی۔
اَذِلَّةٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اَعِزَّةٍ عَلَی الْکَافِرِیْنَ ۔ (سورتِ مائده ، رکوع ۸)
وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗ اَشِدَّآءُ عَلَی الْکُفَّارِ رُحَمَآءُ بَیْنَهُمْ ۔ (سورتِ فتح، رکوع ۴)
جَاهِدِ الْکُفَّارَ وَالْمُنَافِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ۔ (سورتِ توبه ، رکوع ۱۰)
اؤ رسول اللہﷺ فرمائیلی دی:
اَنَا الضَّحُوْكُ الْقِتَالُ
ترجمه: (کمزوری دی دَ مؤمنانو دپاره زورور دی پهٔ کافرانو)
(اؤ دَ رسول اللهﷺ ملګری سخت دی دَ کافرو دپاره پاستهٔ دی پهٔ خپلو کښې)
(جهاد وکړه دَ کافرو اؤ منافقانو سره اؤ سختی پرې وکړه)
(زهٔ خندېدونکے یم دَ ملګریو سره اؤ ډېر سخت جنګ کؤنکے یم دَ کفارو سره)
ف۱۴۷: یعنی دَ الله پاک نه ویریدونکی دَ کافرو نه هېچرې نهٔ ویریږی تر څو چې دَ مسلمان پهٔ زړهٔ کښې یواځې دَ الله خوف وهٔ۔ تر هغې وخته پهٔ کافرو باندې غلبه اؤ زورور وهٔ (اؤ چې کله ېٔ دَ زړهٔ نه دَ الله ویره لاړه کافر پرې غالب شو) الله پاک دې زمونږ زړونو کښې دَ الله خوف پیدا کړی۔ آمین۔
وَ اِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ اَیُّكُمْ زَادَتْهُ هٰذِهٖۤ اِیْمَانًا١ۚ فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَزَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّ هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ۝۱۲۴
اؤ کله چې نازل شی یو سورت نو ځنې کسان وائی پهٔ تاسو کښې دَ چا ایمان زیات کړو دې سورت۔ نو څوک چې ایماندار دی دې سورت دَ هغوی ایمان زیات کړو اؤ دوی پرې خوشحالی کوی۔
وَ اَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا اِلٰی رِجْسِهِمْ وَ مَاتُوْا وَ هُمْ كٰفِرُوْنَ۝۱۲۵
اؤ دَ چا چې پهٔ زړونو کښې مرض دے نو هغوی دپاره ېٔ زیاته کړه پلیتی دَ پلیتیٔ دپاسه۔ اؤ دوی ترې مګر کافر پاتی شو۔ ف۱۴۸
ف۱۴۸: کله چې به دَ قرآن کریم یو نوے سورت نازل شو نو منافقانو به دَ خندا دپاره پهٔ خپلو کښې یو بل ته یا ځنو ساده مسلمانانو ته وې چې ولې دې سورت پهٔ تاسو کښې دَ چا پهٔ ایمان کښې زیاتے راوستو؟ مطلب به ېٔ دا وهٔ چې (نعوذ بالله) دې سورتونو کښې دی څهٔ چې دَ چا به پرې ایمان زیات شی ، څهٔ داسې باریکې خبرې دی پکښې چې علم پرې زیات شی؟ الله پاک دَ دې ځواب ورکړو چې بېشکه دَ الله پهٔ کلام دَ مؤمنانو ایمان تازه کیږی اؤ دَ هغوی زړونه پرې نور هم صفا کیږی۔ البته دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ کفر اؤ نفاق ګند پروت دے دَ هغوی پهٔ بیماریٔ اؤ ګند کښې نوره هم اضافه وشی۔ تر دې چې پهٔ دې بیماریٔ کښې ختم شی اؤ دغسې دَ کفر اؤ نفاق پهٔ حالت کښې مړهٔ شی۔ حضرت شاه صاحبؒ دَ دې آیت تفسیر بل شان کړے دے۔ فرمائی چې دَ کوم مسلمان پهٔ زړهٔ کښې به یو خیال وهٔ اؤ هم هغه شان به کلامِ الٰهی هم نازل شو نو هغه به خوشحال شو چې سبحان الله دې آیتونو خو زما ایمان اؤ یقین نور هم مضبوط کړو اؤ دغه شان کهٔ پهٔ سورت کښې به دَ منافقانو عیبونه څرګند کړی شو نو هغوی به هم دَ ښیٔلو دپاره وې چې سبحان الله دې آیتونو زمونږ ایمان تازه کړو لېکن دا خبرې به ېٔ دَ زړهٔ نه نهٔ وې۔ دَ شرم نه ځان بچ کؤلو دپاره به ېٔ دروغ وې۔ ځکه به ېٔ دا توفیق نهٔ کېدو چې توبه وباسی اؤ پهٔ حق روان شی بلکې دَ مخکښې نه به ېٔ زیات کوشش کؤلو چې خپل عیبونه ښهٔ پټ کړی اؤ نفاق ېٔ څرګند نهٔ شی۔ دغه ېٔ دَ ګندګیٔ دپاسه ګندګی وه۔ چې پهٔ ځائې دَ دې چې پهٔ رښتیا حق ومنی اؤ هغه ناکاره کارونه پرېږدی، توبه وباسی۔ هغوی به دَ خپلې اصلاح کوشش نهٔ کؤلو بلکې دَ عیبونو پټؤلو کوشش به ېٔ کؤلو۔
اَوَ لَا یَرَوْنَ اَنَّهُمْ یُفْتَنُوْنَ فِیْ كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً اَوْ مَرَّتَیْنِ ثُمَّ لَا یَتُوْبُوْنَ وَ لَا هُمْ یَذَّكَّرُوْنَ۝۱۲۶
آیا دوی نهٔ ګوری چې دوی ازمائیلی شی پهٔ هر کال کښې یو ځل یا دوه ځله۔ خو بیا هم توبه نهٔ وباسی اؤ نهٔ نصیحت قبلوی۔ ف۱۴۹
ف۱۴۹: یعنی هر کال کم از کم دوه ځله دې منافقانو باندې ازمېښت کیږی۔ مثلًا قحط یا بیماری یا بل څهٔ آسمانی آفت پرې راشی یا دَ پېغمبرﷺ پهٔ خلهٔ خلق دَ دوی دَ نفاق نه خبر شی یا دَ جهاد پهٔ موقع دَ دوی بزدلی څرګنده شی۔ مګر دا داسې بې حیا دی چې پهٔ دې خبرو هډو څهٔ کار نهٔ لری۔ نهٔ توبه وباسی اؤ نهٔ پهٔ رښتیا حق قبلوی ، هم هغه شان پهٔ خپل نفاق کلک دی۔
وَ اِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ١ؕ هَلْ یَرٰىكُمْ مِّنْ اَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوْا١ؕ صَرَفَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ۝۱۲۷
اؤ هر کله چې نازل شی یو سورت نو دوی یو بل ته وګوری۔ چې آیا څوک مسلمان ورته ګوری اؤ بیا روان شی۔ ف۱۵۰ ګرځولی دی الله دَ دوی زړونه ، ځکه چې دا ناپوهه خلق دے۔ ف۱۵۱
ف۱۵۰: کله چې به وحې نازله شوه اؤ څوک منافق به پهٔ مجلس کښې موجود وهٔ نو دَ الله کلام اورېدل به هغهٔ ته ډېر ګران وو۔ خاص هغه آیتونه چې دَ منافقانو څهٔ عیب به پکښې څرګند شوے وهٔ نو هغه وخت به ېٔ مجلس کښې یو بل ته پهٔ سترګو سترګو کښې اشارې وکړې چې پهٔ مجلس کښې مونږ خو چا پېژندلی نهٔ یو اؤ بیا به دَ غلو غوندې دَ مجلس نه وکشېدل۔
ف۱۵۱: یعنی دوی دَ مجلسِ نبویﷺ نه څهٔ وګرځېدل ، الله پاک دَ دوی زړونه داسې ګرځؤلی دی چې دَ علم اؤ عرفان خبرې پرې څهٔ اثر نهٔ کوی اؤ دَ جهالت پهٔ وجه څهٔ نصیحت نهٔ اوری۔
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْكُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ۝۱۲۸
راغلو تاسو ته رسول ستاسو دَ خپل قوم نه، ف۱۵۲ ګران دے پهٔ هغهٔ چې تاسو ته څهٔ تکلیف ورسی ف۱۵۳ خواهشمند دے دَ ستاسو دَ ښېګړې، ف۱۵۴ پهٔ ایماندارو باندې ډېر شفقت کؤنکے مهربانه دے۔ ف۱۵۵
ف۱۵۲: ستاسو نه دے چې تاسو دَ هغهٔ دَ حسب ، نسب ، اخلاقو ، امانت اؤ دیانتداریٔ نه ښهٔ واقف ییٔ۔
ف۱۵۳: دَ کوم کار پهٔ وجه چې تاسو ته څهٔ تکلیف رسی هغه پهٔ هغهٔ ګران دے۔ پهٔ هره طریقه دا غواړی چې زما پهٔ اُمت اسانه شی اؤ دَ دنیا اؤ دَ آخرت سختو نه بچ شی ځکه کوم دین چې حضور اکرمﷺ راؤړے دے هغه اسان اؤ نرم دے اؤ حضور اکرمﷺ به خپلو حاکمانو ته نصیحت کؤلو چې ”یَسِّرُوْا وَلَا تُعَسِّرُوْا“۔
(نرمی کویٔ سختی مهٔ کویٔ)
ف۱۵۴: یعنی دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ کښې ستاسو دپاره دَ اسانیٔ ا ؤخیرخواهیٔ جذبه ده خلق دَ دوزخ طرف ته منډې وهی اؤ هغه ېٔ رانیسی ترېنه ېٔ بچ کوی۔ دَ هغهٔ کوشش دا دے چې دَ الله بندګان اصلی خوشحالی اؤ دائمی آرام حاصل کړې شی۔ دَ جهاد غرض هم خامخا وینې تویؤل نهٔ دی ، بلکې پهٔ مجبوریٔ دَ بنیادمو اپریشن دے اؤ ناکاره خراب جراثیم ختمؤل دی چې عام مخلوق دَ تباهیٔ نه بچ شی (لکه ډاکټر چې پهٔ مجبوریٔ دَ بندګانو یو خراب اندام پرېکوی چې نور بدن ېٔ دَ خراب اثر نه بچ شی)
ف۱۵۵: هر کله چې حضور اکرمﷺ دَ ټول جهان خیر خواه دے نو پهٔ خپل اُمت خاص مسلمانانو باندې خو به بې شانه مهربانه اؤ بې حده شفیق وی۔
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ١ۖۗ٘ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ۠۝۱۲۹
بیا هم کهٔ دوی مخ اړوی نو ورته ووایه ، کافی دے ماته الله، هېڅوک دَ عبادت قابل نشته بې دَ هغهٔ ، هم پهٔ هغهٔ زما اعتماد دے اؤ هم هغه مالک دے دَ عرشِ عظیم۔ ف۱۵۶
ف۱۵۶: یعنی کهٔ دَ حضور اکرمﷺ دا خیر خواهی پهٔ خلقو اثر نهٔ کوی اؤ خلق ېٔ قدر نهٔ پېژنی نو کهٔ ټوله دنیا ترېنه مخ واړوی فرض کړه کهٔ یو کس هم مسلمان نهٔ شی نو هېڅ پرواه نشته، دَ حضور اکرمﷺ دپاره یو هغه ذات کافی دے چې بې دَ هغهٔ نه بل حق معبود نشته چې دَ زمکې اؤ آسمانونو بادشاهی دَ هغهٔ ده اؤ دَ عرش عظیم مالک دے۔ ټول نفع نقصان اؤ هدایت اؤ ګمراهی دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې ده۔ پهٔ ابو داؤد کښې دَ حضرت ابو الدرداءؓ روایت دے چې څوک سحر اؤ ماښام ووهٔ ووهٔ ځله حَسْبِیَ اللہُ لَا الٰه اِلَّا هُوَا عَلَیْہِ تَوَکَّلْتُ وَ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمُ ۔ وظیفه کړی الله پاک به دَ هغهٔ تمام غمونه ورک کړی۔ باقی دَ عرش دَ عظمت متعلق تفصیل کهٔ دَ چا زړهٔ غواړی نو روح المعانی دې وګوری۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ یُوْنُسِ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ مِائَۃٌ وَّ تِسْعُ اٰیَاتٍ وَّاحِدَ عَشَرَ رُکُوْعًا
سورت یونس پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې یو سل اؤ نهه آیتونه اؤ یوؤلس رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نوم چې ډېر بخښونکے بې حده مهربانه دے
الٓرٰ١۫ تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِ۝۱
الف لام را ۔ دا آیتونه دی دَ پوخ کتاب ف۱
ف۱: دا آیتونه دَ داسې مضبوط اؤ محکم کتاب دی چې دَ هغې هره خبره پخه ده۔ الفاظ خو ېٔ ځکه پاخهٔ دی چې دَ همېشه دپاره دَ رد و بدل نه محفوظ دی اؤ علوم اؤ مضامین ېٔ ځکه چې تمام تر دَ عقل اؤ دانش مطابق دی اؤ احکام ېٔ ځکه چې دَ دې نه پس بل آسمانی کتاب نشته چې منسوخ ېٔ کړی۔ اخبار اؤ قصص ېٔ ځکه چې بالکل دَ واقع مطابق دی۔ اؤ ولې به داسې نهٔ وی چې الله علیم و حکیم دَ خپل کامل علم پهٔ زور نازل کړے دے۔
اَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا اَنْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی رَجُلٍ مِّنْهُمْ اَنْ اَنْذِرِ النَّاسَ وَ بَشِّرِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ؔؕ قَالَ الْكٰفِرُوْنَ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ مُّبِیْنٌ۝۲
آیا خلق پهٔ دې تعجّب کوی۔ چې وحې را واستؤله مونږ یو سړی ته پهٔ تاسو کښې چې خلق وویروه اؤ زېرے ورکړه ایماندارو ته چې هغوی دپاره خپل رب سره وچته مرتبه ده۔ ف۲ ووې کافرانو چې بېشکه دې خو څرګند جادوګر دے۔ ف۳
ف۲: پهٔ دې کښې دَ حیرانتیا څهٔ خبره ده چې الله پاک دَ بنیادمو دَ هدایت دپاره یو بنیادم مقرر کړی اؤ هغهٔ ته خپل پیغام راواستوی پهٔ داسې طریقه چې نور څوک ترېنه خبر نهٔ وی۔
چې هغه غوره بنده نور مخلوق دَ الله دَ نافرمانیٔ دَ خطرناکې نتیجې نه خبر کړی اؤ دَ الله پاک فرمانبردارو بندګانو ته خوشخبری ورکړی چې هلته به دوی ته دَ نیک عمل پهٔ برکت څومره وچته مرتبه اؤ حومره نعمتونه ورکؤلے شی اؤ څنګه ازلی کامیابی دوی دپاره لیکلے شوے ده۔
ف۳: یعنی دَ الله کلام ته دَ هغې دَ بې حده تاثیر پهٔ وجه جادو اؤ دَ هغې راؤړونکی ته جادوګر وائی۔
اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ یُدَبِّرُ الْاَمْرَ١ؕ مَا مِنْ شَفِیْعٍ اِلَّا مِنْۢ بَعْدِ اِذْنِهٖ١ؕ ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ١ؕ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ۝۳
بېشکه ستاسو رب الله دے۔ هغه الله چې پیدا کړی ېٔ دی آسمانونه اؤ زمکه پهٔ شپږو ورځو کښې ف۴ بیا قائم شو پرې عرش ، ف۵ تدبیر کوی دَ هر کار۔ ف۶ هېڅوک سفارش نهٔ شی کؤلے مګر دَ هغهٔ دَ اجازت نه پس، ف۷ دغه الله دے رب ستاسو۔ نو خاص دَ هغهٔ عبادت وکړیٔ۔ آیا تاسو فکر نهٔ کویٔ۔ ف۸
ف۴: یعنی پهٔ دومره وخت کښې چې دَ شپږو ورځو برابر وی اؤ دغه ورځو نه هره ورځ دَ حضرت ابن عباسؓ دَ روایت پهٔ بناء دَ دنیا دَ زرو کالو برابر ده ګویا کهٔ زمونږ دَ وخت پهٔ حساب پهٔ شپږ زره کاله کښې زمکه اؤ آسمانونه تیار شوی دی۔ بېشکه الله پاک پهٔ دې قادر وهٔ چې پهٔ یو آن کښې ېٔ دا ټول مخلوق پیدا کړے وې، لېکن دَ حکمت تقاضا دا وه چې درجه پهٔ درجه پیدا کړې شی۔ شاید چې دې کښې بندګانو ته سبق وی چې سره دَ قدرته هر کار پهٔ سوچ اؤ فکر اؤ پهٔ قلار کؤل پکار دی۔ بله دا چې پهٔ دې تدریجی پیدائش کښې دا اظهار هم مقصود وهٔ چې الله پاک پهٔ دې مخلوق پیدا کؤلو کښې مضطر اؤ مجبور نهٔ وهٔ (لکه ځنی فلسفیان چې وائی) بلکې هر شے ېٔ پهٔ خپله خوښه اؤ خپله اراده پهٔ قلار قلار څنګه چې ېٔ رضا وه پیدا کړے دے۔ دَ هر څیز وجود دَ الله پاک پهٔ مشیٔت اؤ رضا موقوف دے چې کله ېٔ خوښه وی اؤ څنګه ېٔ خوښه وی هغه شان ېٔ پیدا کوی۔
ف۵: دَ سورتِ اعراف پهٔ وومه رکوع کښې دغه شان آیت تېر شوے دے دَ هغې فوائد وګوریٔ۔
ف۶: یعنی دَ مخلوق دَ ټولو کارونو تدبیر اؤ انتظام دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دے۔
ف۷: یعنی څوک به دَ الله سره پهٔ خدایئ کښې شریک اؤ حصه دار څهٔ شی؟ چې بې دَ هغهٔ دَ اجازت نه څوک هغهٔ ته سفارش هم نهٔ شی کؤلے۔
ف۸: یعنی تاسو فکر وکړیٔ چې داسې رب چې دَ هغهٔ دا صفتونه دی داسې رب بل څوک دے؟ چې دَ هغهٔ عبادت وکړې شی نو بیا تاسو دا حماقت ولې کویٔ چې دَ داسې خودمختار بادشاه اؤ دَ ټولې دنیا دَ خالق حکمونه اؤ دَ هغهٔ پېغمبرﷺ صرف دَ خپلو وهمونو اؤ ګومانونو پهٔ بنا دروغ ګڼیٔ۔
اِلَیْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا١ؕ وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا١ؕ اِنَّهٗ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ بِالْقِسْطِ١ؕ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِیْمٍ وَّ عَذَابٌ اَلِیْمٌۢ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ۝۴
هم هغهٔ ته دَ ستاسو ټولو واپسی ده۔ ف۹ دا وعده ده دَ الله رښتینی۔ هم هغهٔ پیدا کړے خلق وړومبی ځل ، بیا به ېٔ دوباره کوی چې بدله ورکړی هغه چا ته چې ایمان ېٔ راؤړے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی پهٔ انصاف سره۔ ف۱۰ اؤ څوک چې کافر شوی هغوی ته څښل دی یشېدلې اوبهٔ اؤ دردناک عذاب دے ځکه چې دوی کفر کؤلو۔
ف۹: یعنی هم هغهٔ تاسو پیدا کړی ییٔ اؤ بیا به هم آخر دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې حاضرېږیٔ نو بیا دَ هغهٔ احکام ولې نهٔ منیٔ۔
ف۱۰: یعنی دَ وړې نه وړه نیکی به هم نهٔ بربادیږی دَ هغې اجر به درکؤلے شی۔
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الشَّمْسَ ضِیَآءً وَّ الْقَمَرَ نُوْرًا وَّ قَدَّرَهٗ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَ الْحِسَابَ١ؕ مَا خَلَقَ اللّٰهُ ذٰلِكَ اِلَّا بِالْحَقِّ١ۚ یُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ۝۵
هم هغه الله دے چې جوړ ېٔ کړو نمر روښانه اؤ سپوږمۍ ځلنده ف۱۱ اؤ مقرر ېٔ کړل دوی دپاره منزلونه ف۱۲ چې تاسو دَ کلونو پهٔ شمېر اؤ حساب پوهه شیٔ ف۱۳ نهٔ دی پیدا کړی الله دا څیزونه مګر پهٔ تدبیر۔ ف۱۴ څرګندوی الله خپلې نښانې هغه خلقو ته چې پوهیږی۔ ف۱۵
ف۱۱: دَ ځنو عالمانو پهٔ خیال نُوؔر عام دے دَ ضیؔاء نه۔ ضیؔاء خاص هغه رڼا ته وئیلی شی چې ډېره تیزه اؤ پړقېدونکے وی اؤ ځنو وئیلی دی چې ضیاء هغه رڼا ده چې دې څیز کښې دَ خپل ځان نه وی، دَ بل څیز نه ېٔ نهٔ وی اخستې۔ دَ نمر رڼا هم پهٔ دې عالمِ اسباب کښې دَ بل څیز نه نهٔ ده اخستے شوے خپل ذات ېٔ روښانه دے۔ البته سپوږمۍ کښې خپله رڼا نشته۔ دَ سپوږمۍ رڼا دَ نمر عکس دے اؤ ځنو عالمانو دواړو کښې داسې فرق ښیٔلې دے چې نُوؔر مطلق رڼا ته وئیلی شی اؤ ضؔوء اؤ ضیؔاء دَ دې رڼا خورېدو ته وئیلی شی۔ دَ نمر رڼا پهٔ ټوله دنیا خوره اؤ ډېره ده ځکه ورته ضیاء وئیلی شوی دی۔ (والله اعلم)
ف۱۲: یعنی هره ورځ پهٔ اندازه اندازه غټیږی اؤ وړه کیږی۔ وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ کَالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ (سورتِ یٰس ، رکوع۳)
دَ هیئت عالمانو دَ سپوږمۍ دوره پهٔ اتویشت منزله تقسیم کړے ده بیا ېٔ دا اتویشت منزله دَ آسمان پهٔ دولسو برجونو تقسیم کړی دی۔ پهٔ قرآن کریم کښې خاص دَ هیئت دَ عالمانو اؤ اصطلاحاتو ذکر نشته خو صرف دَ مطلق چلن اؤ منزلونو دَ مقرر کېدو ذکر دے۔
ف۱۳: یعنی دَ کالونو اؤ دَ میاشتو شمار اؤ دَ ورځو غټ غټ حساب دَ سپوږمۍ اؤ نمر دَ رفتار سره تړلے دے کهٔ دَ نمر سپوږمۍ دا منازل مقرر نهٔ وې نو شپه ورځ بدلېدل اؤ دَ سپوږمۍ اؤ موسمی میاشتو حساب به مقرر نهٔ وهٔ۔ حالانکې دَ دنیا دَ ژوند دَ ډېرو کارونو اؤ دَ شریعت ډېرو حکمونو دپاره دَ وخت معلومېدل ضروری دی۔
ف۱۴: یعنی دَ آسمانونو (فلکیاتو) نظام داسې بې تکه نهٔ دے جوړ شوے بلکې پهٔ ډېر لوئی حکمت اؤ تدبیر اؤ انتظام جوړ شوے دے اؤ بې شماره فائدې دی پکښې۔
ف۱۵: یعنی پوهه خلق چې پهٔ دې بهترین نظام باندې غور و فکر کوی نو دَ الله تعالیٰ دَ کامل حکمت اؤ قدرت قائله شی اؤ بیا دَ دې مادی نظام نه دَ روحانی نظام اندازه ولګوی (چې الله پاک زمونږ دَ دې څو ورځې ژوند دپاره دومره بهترین انتظام کړے وی نو زمونږ دَ روحانی اؤ ابدی ژوند دپاره ېٔ څومره لوئے تدبیر کړے دے نو دَ دغې نه دَ نبیانو اؤ دَ رسولانو ضرورت ثابت شی)
اِنَّ فِی اخْتِلَافِ الَّیْلِ وَ النَّهَارِ وَ مَا خَلَقَ اللّٰهُ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَّقُوْنَ۝۶
بېشکه دَ شپې اؤ ورځې پهٔ بدلېدو کښې اؤ څهٔ چې الله پیدا کړی دی پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې الله نه ویره کوی، ف۱۶
ف۱۶: بېشکه دَ دنیا پهٔ وړوکی اؤ غټ څیز کښې دَ الله پاک دَ هستیٔ اؤ دَ هغهٔ دَ یو والی دلائل موجود دی۔ (پهٔ سورتِ بقره دَ سیقول پهٔ اوله ربعه کښې دَ یو آیت پهٔ تفسیر کښې پوره تفصیل سره بیان شوے دے)
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا وَ رَضُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ اطْمَاَنُّوْا بِهَا وَ الَّذِیْنَ هُمْ عَنْ اٰیٰتِنَا غٰفِلُوْنَۙ۝۷
بېشکه کوم خلق چې زمونږ سره دَ ملاقات طمع نهٔ لری۔ اؤ راضی شو دَ دنیا پهٔ ژوند اؤ پهٔ دې مطمئن شو اؤ هغه خلق چې زمونږ دَ نښانو نه بې خبره دی۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی دَ دنیا پهٔ کارونو کښې داسې غرق شو چې دَ الله سره ملاقات اؤ دَ آخرت تصوّر ېٔ هیر شو۔ هم دغه څو ورځې ژوند ېٔ اصلی مقصد وګڼلو اؤ دَ قدرت پهٔ نښانو ېٔ هډو غور ونهٔ کړو چې دا حکیمانه نظام خو ېٔ بې کاره نهٔ دے جوړ شوے ، ضرور دَ دې جهان دَ پیدا کؤلو څهٔ مقصد شته۔ بیا کوم ذات چې پهٔ وړومبی ځل داسې عجیبه مخلوق پیدا کړے دے، هغهٔ ته ېٔ دوباره ژوندی کؤل څهٔ ګران دی؟
اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۝۸
هم دغه خلق دی چې ځائې ېٔ اور دے دَ خپلو ناکاره عملونو پهٔ بدل کښې۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی پهٔ زړهٔ ، ذهن ، ژبه ، لاسونو ښپو چې دوی څهٔ ګټه کړے ده دَ هغې بدله بس دَ دوزخ اور دے۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ یَهْدِیْهِمْ رَبُّهُمْ بِاِیْمَانِهِمْ١ۚ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ۝۹
البته کومو کسانو چې ایمان راؤړے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی هدایت به وکړی دوی ته الله دَ دوی دَ ایمان پهٔ سبب ف۱۹ داسې ځایونه چې بهیږی ترې لاندې نهرونه دَ آرام اؤ راحت پهٔ باغونو کښې۔
ف۱۹: یعنی دَ ایمان پهٔ برکت به الله پاک مؤمنان اصلی مقصد (جنّت) ته ورسوی۔
دَعْوٰىهُمْ فِیْهَا سُبْحٰنَكَ اللّٰهُمَّ وَ تَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ١ۚ وَ اٰخِرُ دَعْوٰىهُمْ اَنِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۠۝۱۰
دَ هغوی دعا هلته دا ده چې اے الله تهٔ پاک ییٔ ف۲۰ اؤ ملاقات ېٔ پهٔ سلام ف۲۱ اؤ آخر دَ دعا ېٔ دا چې ټول تعریفونه الله لره دی چې دَ ټول جهان پالونکے دے۔ ف۲۲
ف۲۰: جنّتیان به چې جنّت کښې نعمتونه اؤ دَ الله فضل اؤ احسان ووینی نو بې اختیاره به دَ الله ثنا وائی۔ پهٔ جنّت کښې چې ېٔ څهٔ څیز ته زړهٔ وشی نو صرف سُبْحَانَكَ اللّٰهُمَّ به ووائی اؤ فرښتې به ورته هغه څیز حاضر کړی ګویا کهٔ دا یو لفظ دَ ټولو دعاګانو پهٔ ځائې کافی دے۔ پهٔ دنیا کښې هم دَ لویو خلقو دا دستور دے چې میلمه دَ څهٔ څیز صفت وکړی نو دَ کور خاوند ورته هغه څیز راپیدا کوی۔
ف۲۱: جنّتیان به دَ ملاقات پهٔ وخت پهٔ یو بل سلام اچوی څنګه چې دنیا کښې دَ مسلمانانو طریقه ده بلکې دَ فرښتو سلام کؤل اؤ دَ الله پاک دَ طرف نه هم دَ سلام تحفه راستؤل پهٔ قرآن کښې ذکر دی۔ سَلَامٌ قَوْلًا مَّنْ رَّبِّ الرَّحِیْم۔ (یٰسٓ ، رکوع۴) وَالْمَلَآئِکَةُ یَدْخُلُوْنَ عَلَیْهِمْ مِنْ کُلِّ بَابٍ سَلَامٌ عَلَیْکُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ (الرعد ، رکوع۳)
ف۲۲: پهٔ جنّت کښې چې مؤمنان دَ غمونو نه ازاد شی اؤ صرف پهٔ سُبْحَانَكَ اللّٰهُمَّ وینا ېٔ هر خواهش ترسره کیږی نو دَ هغوی دَ دعا خاتمه به پهٔ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وی اؤ هم دغسې پکار هم ده۔
وَ لَوْ یُعَجِّلُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَیْرِ لَقُضِیَ اِلَیْهِمْ اَجَلُهُمْ١ؕ فَنَذَرُ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ۝۱۱
اؤ کهٔ ژر رسؤلے الله خلقو ته بدی څنګه چې دوی پهٔ تلوار غواړی ښېګړه نو ختم به کړې شی دَ دوی عمر۔ خو مونږ پرېږدو هغه خلق چې طمع نهٔ لری زمونږ دَ ملاقات پهٔ سرکشیٔ کښې چې ټکرې وهی۔ ف۲۳
ف۲۳: دوه آیته مخکښې وئیلی شوی وو چې څوک پهٔ غفلت کښې پراتهٔ وی اؤ زما سره دَ ملاقات امید نهٔ لری دَ هغوی ځائې دوزخ دے۔ دلته فرمائی چې الله پاک داسې کسان پهٔ دنیا کښې سمدستی نهٔ رانیسی بلکې مهلت ورکوی اؤ دَ دې خلقو حال دا دے چې کله خو دَ تلوارې پهٔ وجه خپله دَ عذاب مطالبه کوی لکه اَللّٰهُمَّ اِنْ کَانَ ھٰذَا هُوَ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِكَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَۃً مِّنَ السَّمَآءِ (سورت انفال ، رکوع ۴ )
(وائی چې اے الله کهٔ دغه دین دَ ستا دَ طرف نه پهٔ حقه وی نو پهٔ مونږ باندې دَ آسمان نه کاڼی وروه) اؤ کله دَ دنیا دَ مصیبتونو نه تنګ شی نو ځان ته اؤ آل اولاد ته ښېرې کوی۔ خو الله پاک ورباندې سمدستی عذاب نهٔ راولی څنګه چې دوی غواړی۔ کهٔ الله پاک ورباندې دغسې سمدستی عذاب راوستے څنګه چې دوی نیکی سمدستی غواړی نو یو منټ به هم ژوندی نهٔ وو پاتی خو الله پاک دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ دواړو پهٔ بدله کښې دَ حکمت مطابق تاخیر کوی چې دَ نیکانو تربیت وشی اؤ بدان پهٔ خپل غفلت کښې دَ انتهائی سختې سزا حقدار شی۔
وَ اِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنْۢبِهٖۤ اَوْ قَاعِدًا اَوْ قَآىِٕمًا١ۚ فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهٗ مَرَّ كَاَنْ لَّمْ یَدْعُنَاۤ اِلٰی ضُرٍّ مَّسَّهٗ١ؕ كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْمُسْرِفِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۲
اؤ کله چې ورسی انسان ته څهٔ تکلیف، آواز کوی مونږ ته پهٔ پروتی یا پهٔ ناستی یا پهٔ ولاړی۔ یا څهٔ وخت چې مونږ ترېنه سخته لرې کړو نو داسې روان شی لکه چې تکلیف کښې ېٔ مونږ ته هډو چرې آواز نهٔ وهٔ کړے۔ دغه شان ښائسته کړی شوی دی بې باکه خلقو ته څهٔ چې دوی کوی۔ ف۲۴
ف۲۴: یعنی بنیادم اول خو دَ خپلې ناپوهیٔ پهٔ وجه پهٔ خپله خلهٔ عذاب غواړی۔ خو کمزورے دومره دے چې ایله تکلیف پرې راشی نو بیا چغې وهی۔ تر څو چې پرې سخته وی پهٔ ناستې ، ولاړې ، پروتې هر وخت زاری کوی چې یا الله دا سخته رانه لرې کړې بیا چې ترېنه کله الله پاک سخته لرې کړی نو بیا ېٔ هغه زاریٔ هېرې وی ، تهٔ به وائې چې هډو چرې ېٔ دَ الله نه سوال نهٔ وهٔ کړے هم هغه خپل دَ کبر غرور نشه کښې مست شی۔ حدیث کښې دی چې تهٔ الله پاک دَ عیش اؤ آرام پهٔ وخت کښې یاد لره نو الله پاک به تا دَ سختیٔ پهٔ وخت کښې یاد لری۔ دَ مؤمن شان دا دے چې هېڅ وخت دَ الله دَ یاد نه غافل نهٔ وی۔ پهٔ سختیٔ کښې صبر کوی اؤ پهٔ راحت کښې شکر۔ دا هغه شے دے چې سوا دَ پوخ ایمان نه نهٔ حاصلیږی۔
وَ لَقَدْ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا١ۙ وَ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَ مَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا١ؕ كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ۝۱۳
اؤ البته مونږ تباه کړی دی ستاسو نه وړومبی نسلونه هر کله چې هغوی ظالمان شو، اؤ حال دا دے چې راؤړی وو هغوی ته خپلو رسولانو څرګند دلیلونه اؤ هرګز نهٔ وو هغوی ایمان راؤړونکی۔ هم دغه شان سزا ورکوؤ مونږ ګناهګارو خلقو ته۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی کهٔ دَ هغوی دَ وینا مطابق سمدستی عذاب را نهٔ شی یا سخته ترېنه لرې شی نو دوی دې بې غمه کیږی نه دَ ظلم اؤ بې ایمانیٔ سزا به دوی ته یوه ورځ ورکؤلے شی هر کله چې وی۔ پخوا راسې دَ الله پاک دا طریقه راغلے ده چې څوک دَ نبیانو دَ څرګندو معجزو لیدو نه پس هم ایمان رانهٔ وړی نو پهٔ آسمانی آفت تباه کیږی۔ همېشه دغې مجرمانو قومونو ته سزا ورکړې شوے ده۔
ثُمَّ جَعَلْنٰكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ مِنْۢ بَعْدِهِمْ لِنَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ۝۱۴
بیا مونږ تاسو نائبان کړیٔ پهٔ مخ دَ زمکې دَ هغوی نه پس۔ چې وګورو چې تاسو څهٔ عملونه کویٔ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی دَ تېرو قومونو پهٔ ځائې تاسو پهٔ زمکه آباد شویٔ چې وکتې شی چې تاسو دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ سره څهٔ معامله کویٔ ښهٔ یا بد څنګه عمل چې مو وکړو دَ هغې بدله به ورکؤلے شی۔
وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیَاتُنَا بَیِّنٰتٍ١ۙ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا ائْتِ بِقُرْاٰنٍ غَیْرِ هٰذَاۤ اَوْ بَدِّلْهُ١ؕ قُلْ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اُبَدِّلَهٗ مِنْ تِلْقَآئِ نَفْسِیْ١ۚ اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ١ۚ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۝۱۵
اؤ هر کله چې ولوستی شی دَ هغوی پهٔ مخکښې زمونږ واضح آیتونه۔ وائی هغه کسان چې طمع نهٔ لری زمونږ سره دَ ملاقات، راؤړه بل قرآن دَ دې نه سوا یا پهٔ دې کښې څهٔ تبدیلی ف۲۷ وکړه۔ تهٔ ورته ووایه دا زما کار نهٔ دے چې دې کښې تبدیلی وکړم دَ خپل طرف نه۔ زهٔ خو تابعداری کوم دَ هغې، کوم حکم چې ما ته کیږی ، زهٔ ویرېږم کهٔ نافرمانی وکړم دَ خپل رب دَ لوئي ورځې دَ عذاب نه۔ ف۲۸
ف۲۷: دَ قرآن کریم دَ نصیحت خبرې خو به هسې دَ ډېرو خلقو خوښې وې خو چې دَ بت پرستیٔ یا دَ هغو دَ نورو خرابو عقیدو بد به وئیلی شو نو دا خبرې به پرې بدې لګېدے نو رسول اللهﷺ ته به ېٔ وې چې خپل الله ته دې ووایه چې بل قرآن درباندې را واستوی ، (دا خبرې زمونږ نهٔ دی خوښې) یا ورکښې خپله څهٔ رد بدل وکړه (دا دَ بتانو بد ترېنه وباسه) کومو کسانو چې کاڼیو ته سجدې کؤلے دَ هغو پېغمبر نه دا قسم مطالبه کؤل څهٔ ناشنا خبره نهٔ ده۔ هغوی دَ الله ، دَ الله دَ کلام ، دَ رسول درجه څهٔ پېژنده۔
ف۲۸: یعنی دَ یو فرښتې یا پېغمبر کار دا نهٔ دے چې دَ خپل طرف نه دَ الله پهٔ کلام کښې څهٔ تبدیلی وکړی، دَ پېغمبر فرض دا دی چې څهٔ وحې دَ الله دَ طرف نه راځی بې دَ څهٔ تبدیلیٔ نه پوره پوره خلقو ته ورسوی۔ هغه خو دَ وحې دَ حکم فرمانبردار دے۔ دَ الله فرمانبردار بنده دے ، دَ الله پهٔ حکم چلیږی ، الله دَ هغهٔ تابع نهٔ دے چې دَ هغهٔ دَ خوښې وحې پرې راواستوی۔ دَ الله پهٔ کلام کښې تبدیلی کؤل غټه ګناه ده اؤ پېغمبران دَ ګناه نه پاک دی ، دَ الله پاک بندګان خو دَ الله پاک نه ډېر ویریږی ، هغوی هېچرې نافرمانی نهٔ شی کؤلے اِنِّیْٓ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۔ کښې دَ دې خلقو پهٔ فرمائش تعریض دے۔ چې دَ لوئي ورځې دَ عذاب نه وویرېږیٔ اؤ داسې دَ نافرمانیٔ خبرې مهٔ کویٔ۔
قُلْ لَّوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا تَلَوْتُهٗ عَلَیْكُمْ وَ لَاۤ اَدْرٰىكُمْ بِهٖ١ۖ٘ فَقَدْ لَبِثْتُ فِیْكُمْ عُمُرًا مِّنْ قَبْلِهٖ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۱۶
تهٔ ورته ووایه کهٔ الله غوښتے نو ما به تاسو ته دَ دې آیتونو تلاوت نهٔ وهٔ کړے اؤ نهٔ به هغهٔ تاسو پهٔ دې خبر کړی ویٔ۔ زهٔ خو وسېدلے یم تاسو سره دَ دې نه مخکښې ډېره موده خو آیا تاسو سوچ نهٔ کویٔ؟ ف۲۹
ف۲۹: یعنی څهٔ چې دَ الله رضا وی نو زهٔ خو تاسو ته هغه احکام اورؤلے شم اؤ څومره چې دَ هغهٔ خوښه وی زما پهٔ خلهٔ تاسو ته خبر درکوی کهٔ هغه دا نهٔ غوښتې نو زما څهٔ طاقت وهٔ چې دَ خپل طرف نه مې خبرې کؤلے اؤ هغهٔ ته چې ېٔ نسبت کؤلے آخر ما دَ تاسو سره څلویښت کاله عمر تېر کړے دے۔ زما دَ ژوند ټول حالات ستاسو مخکښې دی۔ زما پاکی ، صداقت ، امانت اؤ زما اُمّی (ظاهری تعلیم نه بې خبره) کېدل تاسو ته ښهٔ معلوم دی۔ بیا څلویښت کاله کښې چې نهٔ چا چرته څهٔ اشعار وئیلی وی ، نهٔ ېٔ پهٔ ادبی مجلسونو کښې شرکت کړے وی ، نهٔ ېٔ چرته کتاب لوستې وی ، اؤ نهٔ ېٔ قلم لاس کښې اخستې وی هغه ناڅاپه داسې فصیح و بلیغ کلام چې لوئی لوئی ادیبان ېٔ دَ مقابلې نه عاجز وی څنګه جوړؤلے شی۔ تاسو دومره فکر هم نهٔ کویٔ چې یو داسې بنیادم چې څلویښت کاله کښې ېٔ چرته دروغ خبره نهٔ وی کړے پهٔ یو انسان ېٔ چرته تهمت نهٔ وی لګؤلے، هغه دومره ذړهٔ ورتیا څنګه کؤلے شی چې (نعوذ بالله) پهٔ الله باندې دروغ جوړ کړی۔ تاسو به خامخا دا منیٔ چې زهٔ تاسو ته کوم کلام اورؤ م دَ دې پهٔ جوړؤلو کښې زما هېڅ دخل اختیار نشته۔ څهٔ چې الله پاک غواړی زما پهٔ ژبه ېٔ تاسو ته رسوی ، پهٔ دې کښې دَ یو ټکی بدلؤلو حق هېچا ته نشته۔
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْمُجْرِمُوْنَ۝۱۷
بیا دَ هغهٔ نه غټ ظالم به بل څوک وی چې تهمت تړی پهٔ الله دَ دروغو یا دروغ ګڼی دَ هغهٔ آیتونه۔ بېشکه دَ مجرمانو خلاصے نشته۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی مجرمان هېچرې حقیقی کامیابی نهٔ شی حاصلؤلے۔ اوس تاسو خپله فکر وکړیٔ چې ظالم څوک دے۔ کهٔ (بالفرض) زهٔ پهٔ الله پاک دروغ جوړوم نو زما نه غټ ظالم به بل نهٔ وی۔ پهٔ مخکښې آیت کښې چې کوم دلیل بیان شوے دے دَ هغې نه ثابته شوه چې دا احتمال نشته چې زهٔ رښتونې یم نو بیا تاسو ظالمان ییٔ چې دَ جهالت پهٔ وجه دَ الله پاک دَ کلام تکذیب کویٔ۔
وَ یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهُمْ وَ لَا یَنْفَعُهُمْ وَ یَقُوْلُوْنَ هٰۤؤُلَآءِ شُفَعَآؤُنَا عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ قُلْ اَتُنَبِّـُٔوْنَ اللّٰهَ بِمَا لَا یَعْلَمُ فِی السَّمٰوٰتِ وَ لَا فِی الْاَرْضِ١ؕ سُبْحٰنَهٗ وَ تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۝۱۸
اؤ دوی عبادت کوی غیر دَ الله نه دَ داسې څیزونو چې نهٔ دوی ته نقصان رسؤلے شی اؤ نهٔ نفع ، اؤ وائی چې دا زمونږ سفارشیان دی دَ الله سره ۔ ف۳۱ تهٔ ورته ووایه آیا تاسو الله ته ښاییٔ داسې خبرې چې هغهٔ ته نهٔ دی معلومې نهٔ پهٔ آسمانونو کښې اؤ نهٔ پهٔ زمکه کښې۔ هغه پاک دے اؤ ډېر وچت دے دَ هغه څهٔ نه چې تاسو ورسره شریکویٔ۔ ف۳۲
ف۳۱: هغه معامله خو ېٔ دَ الله اؤ پېغمبرﷺ سره وه۔ اوس دې دوی دَ عبادت اؤ خدا پرستیٔ حال واؤری۔ دوی الله پریٔښې دے اؤ دَ داسې څیزونو (دَ بتانو) عبادت کوی چې هغه نهٔ نقصان ورکؤلے شی نهٔ نفع، چې څوک ترې تپوس وکړی چې دا څهٔ کویٔ نو وائی چې بېشکه لوئے خدائې خو یو دے چې آسمانونه اؤ زمکه ېٔ پیدا کړی دی خو دا بتان مونږ ځکه خوشحالوؤ چې دوی به دَ لوئی خدائې سره زمونږ سفارش کوی اؤ زمونږ کار به پرې کوی اؤ کهٔ دَ مرګ نه پس بیا ژوند وهٔ نو هلته به هم زمونږ پهٔ کار راځی۔ باقی واړهٔ واړهٔ کارونه خو راته دوی خپله کوی اؤ دَ غټو کارونو دپاره به راته لوئے خدائې ته سفارش کوی۔
ف۳۲: یعنی دَ بتانو شفیع کېدل اؤ دَ شفیع کېدو پهٔ وجه دَ عبادت حقدار کېدل دواړه خبرې غلطې دی۔ دَ داسې خبرې دعویٰ کؤل داسې واقعه ده چې دا پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې هېچرته الله تعالیٰ ته معلومه نهٔ ده۔ اؤ کومه خبره چې هغهٔ ته نهٔ ده معلومه نو دَ هغې هېڅ حقیقت نشته۔ کهٔ دَ دې څهٔ حقیققت وې نو الله پاک ته به ضرور معلومه وه ، (ځکه چې دَ الله پاک دَ کامل علم نه هېڅ شے بهر نهٔ دے)
وَ مَا كَانَ النَّاسُ اِلَّاۤ اُمَّةً وَّاحِدَةً فَاخْتَلَفُوْا١ؕ وَ لَوْ لَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ فِیْمَا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۝۱۹
اؤ دا خلق خو ټول یوه ډله وو خو وروستو بیا جُدا جُدا شول۔ اؤ کهٔ نهٔ وې یوه خبره مخکښې مقرر شوے ستا دَ رب دَ طرف نه نو فیصله شوے به وه دَ دوی ترمینځه پهٔ څهٔ کښې چې دوی اختلاف کوی۔ ف۳۳
ف۳۳: ممکنه ده چې مشرکانو وئیلی وې الله پاک دې ستا پهٔ دین کښې دې خبرې نه (بتانو دَ عبادت نه) خلق منع کړې۔ زمونږ پهٔ دین کښې ېٔ نهٔ دے منع کړے۔ دَ دې ځواب وشو چې دَ الله دین همېشه راسې یو دے۔ پهٔ بنیادی عقائدو کښې ټول الهامی دینونه یو شان دی ، هېڅ فرق پکښې نشته۔ خو خلق دَ سمې لارې نه ګمراه شول نو الله پاک نبیان راواستؤل چې سمه لار ورته وښیٔ۔ پهٔ هېڅ وخت اؤ هېڅ زمانه کښې الله پاک دَ شرک اجازت نهٔ دے ورکړے۔ باقی دا چې دَ خلقو اختلافات ېٔ پهٔ زور ځکه ختم نهٔ کړل چې دَ الله پاک پهٔ علم کښې دا خبره دَ وخته فیصله شوے وه چې دا دنیا دارِ عمل دے۔ دا دَ آخری فیصلې ځائې نهٔ دے۔ دلته بنیادم لږ آزاد پریٔښې شوے دے چې پهٔ خپل اختیار اؤ اراده کوم طرف ته ځی۔ کهٔ دا خبره ېٔ دَ مخکښې نه فیصله کړے نهٔ وې نو دا اختلافات به ېٔ ختم کړی وو اؤ ټول بنیادم به ېٔ پهٔ یوه سمه لار روان کړی وو۔
وَ یَقُوْلُوْنَ لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ١ۚ فَقُلْ اِنَّمَا الْغَیْبُ لِلّٰهِ فَانْتَظِرُوْا١ۚ اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ۠۝۲۰
اؤ دوی وائی ولې نازله نهٔ شوه پهٔ دهٔ باندې یوه نښانه دَ خپل رب دَ طرفه ۔ ورته ووایه دَ غیب پهٔ خبرو یو الله پوهیږی۔ نو تاسو انتظار وکړیٔ زهٔ هم تاسو سره انتظار کؤم۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی دَ کومو معجزو چې هغوی فرمائش کؤلو هغو کښې یوه ولې ښکاره نهٔ شوه۔ دَ ځواب خلاصه دا ده چې دَ صداقت دپاره کافی معجزې دَ مخکښې نه خپله څرګندې شوے دی۔ فرمائشی نښانې ښیٔل ضروری نهٔ دی اؤ نهٔ ېٔ څهٔ خاصه فائده شته (دَ ایمان راؤړو اؤ نبیﷺ دَ صداقت دپاره دا ښیٔلے شوے نښانې کافی وې) اوس چې دَ الله پاک څنګه خوښه وی اؤ دَ هغهٔ حکمت دَ څنګه نښانو تقاضا کوی الله پاک به هغه نښانې څرګندې کړی۔ تاسو هم انتظار کویٔ زهٔ هم انتظار کؤم۔ موضح القرآن کښې دی کهٔ دوی ووائی چې مونږ به څهٔ پوهه شو چې ستا خبره رښتیا ده نو تهٔ ورته ووایه چې مخکښې ګوریٔ انتظار کویٔ ، الله تعالیٰ به حق خپله څرګند کړی، دَ الله دین به غالب شی اؤ دښمنان به ذلیل شی۔ اؤ هم دغه شان وشوه۔ دَ حق دَ صداقت ښکاره کؤلو دپاره یو ځل نښانه څرګندېدل کافی دی۔ کهٔ هر وخت معجزې راځی اؤ کافر ذلیل کیږی نو بیا خو به فیصله وشی اؤ اختلافات به ختم شی۔ حالانکې دَ فیصلې ورځ پهٔ دنیا کښې نهٔ ده مخکښې ده۔
وَ اِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّنْۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُمْ اِذَا لَهُمْ مَّكْرٌ فِیْۤ اٰیَاتِنَا١ؕ قُلِ اللّٰهُ اَسْرَعُ مَكْرًا١ؕ اِنَّ رُسُلَنَا یَكْتُبُوْنَ مَا تَمْكُرُوْنَ۝۲۱
اؤ هر کله چې مونږ وښیو خلقو ته خوند دَ خپل رحمت پس دَ تکلیف نه چې پهٔ دوی تېر شوے دے، نو دوی سمدستی زمونږ پهٔ قدرتونو کښې حیلې جوړې کړې ، ورته ووایه الله دَ ټولو نه ژر حیلې جوړؤلے شی بېشکه زمونږ فرښتې لیکی ستاسو حیلې بهانې۔ ف۳۵
ف۳۵: دَ مکّې معظّمې پهٔ خلقو الله پاک ووه (۷) کاله قحط راواستؤلو چې مرګ ته نژدے شول نو دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو دَ دعا سوال ېٔ ترېنه وکړو اؤ وعده ېٔ وکړه کهٔ دا سخته رانه لرې شوه نو ایمان به راؤړو چې الله پاک دَ خپل رسولﷺ دعا قبوله کړه اؤ قحط ختم شو نوکافران دَ خپلې وعدې نه وګرځېدل اؤ بیا ېٔ مخالفت شروع کړو اؤ دَ الله پاک دَ نعمتونو ناشکری ېٔ وکړه اؤ پهٔ خپلو شرارتونو کښې لګیا شول۔ دَ هغې ځواب دا دے چې تاسو خو شرارتونه کویٔ، دَ ستاسو یوه یوه خبره لیکلے شی۔ ستاسو یوه خبره هم دَ الله تعالیٰ دَ علم نه بهر نهٔ ده اؤ نهٔ ېٔ دَ الله دَ مقرر کړو فرښتو نه پټؤلې شیٔ۔ دَ دې ټولو کارونو بدله به دَ قیامت پهٔ ورځ ورکؤلے شی۔ تاسو پهٔ خپلو تدبیرونو مغرور ییٔ لېکن دَ الله پاک پټ تدبیر دَ تاسو نه زیات دے۔ الله پاک مجرم ته دومره مهلت ورکوی چې پهٔ نشه کښې ښهٔ غرق شی اؤ دَ سرکشیٔ اخری درجې ته ورسی نو ناڅاپه ېٔ راګېر کړی۔ هوښیار ته پکار دی چې دَ الله پاک دَ نرمیٔ اؤ معافیٔ پهٔ وجه غرور نهٔ کوی۔ دا پته نهٔ لګی چې دا نرمی تر کومې ده اؤ څهٔ وخت به سختی شروع کوی لکه څنګه چې دَ بحری سفر پهٔ مثال کښې بیان شوی دی۔ حضرت شاه صاحب لیکی چې دَ سختیٔ پهٔ وخت کښې دَ بنده نظر دَ اسبابو نه پورته شی خالص الله پاک ته ېٔ توجه وی اؤ کله چې سخته تېره شی بیا ېٔ الله هېر شی اؤ اسبابو اؤ ذائقو ته ېٔ نظر شی۔ دا ویره ېٔ نهٔ وی چې الله پاک بیا دغه شان سخته راوستے شی۔ دَ اسبابو واګې دَ هغهٔ پهٔ لاس دی لکه مخکښې دَ دریاب سفر پهٔ مثال کښې بیانیږی۔
هُوَ الَّذِیْ یُسَیِّرُكُمْ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ١ؕ حَتّٰۤی اِذَا كُنْتُمْ فِی الْفُلْكِ١ۚ وَ جَرَیْنَ بِهِمْ بِرِیْحٍ طَیِّبَةٍ وَّ فَرِحُوْا بِهَا جَآءَتْهَا رِیْحٌ عَاصِفٌ وَّ جَآءَهُمُ الْمَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَّ ظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ اُحِیْطَ بِهِمْ١ۙ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ١ۚ۬ لَىِٕنْ اَنْجَیْتَنَا مِنْ هٰذِهٖ لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ۝۲۲
هم هغه تاسو ګرځوی پهٔ ځنګلونو اؤ دریابونو کښې تر دې چې تاسو پهٔ کشتۍ کښې کښېناستیٔ ، اؤ هغه کشتیو دا خلق پهٔ ښهٔ هوا روان کړل اؤ دوی پهٔ دې خوشحاله شو راغله ورباندې تېزه هوا ، اؤ راخورې شوې پرې دَ اوبو چپې دَ هر طرف نه ، اؤ دَ دوی دا خیال شو چې (بس اوس خو) راګېر شو۔ بلنه ېٔ شروع کړه دَ الله پهٔ اخلاص دَ هغهٔ پهٔ بندګیٔ کښې۔ کهٔ تا مونږ دَ دې (طوفان) نه بچ کړو نو مونږ به ستا ډېر شکرونه ادا کړو۔
فَلَمَّاۤ اَنْجٰىهُمْ اِذَا هُمْ یَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ١ؕ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّمَا بَغْیُكُمْ عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ١ۙ مَّتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١٘ ثُمَّ اِلَیْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۲۳
بیا کله چې الله نجات ورکړو نو پهٔ هغه ساعت ېٔ پهٔ زمکه کښې ناحقه فساد شروع کړو۔ ف۳۶ واؤریٔ اے خلقو! ستاسو شرارت هم تاسو ته در رسی۔ فائده واخلیٔ دَ دنیا دَ ژوند۔ بیا مو هم زمونږ طرف ته واپسی ده ۔ بیا به درته وښایو چې تاسو څهٔ څهٔ کؤل۔ ف۳۷
ف۳۶: یعنی پهٔ شروع کښې خو هوا موافق وه ، مسافر پهٔ خندا خوشحالیٔ روان وو چې ناڅاپه سیلۍ اؤ طوفان راغلو هوا مخالفه شوه ، څلور واړه طرف ته دَ غرونو پهٔ شان وچتې وچتې چپې دَ کشتۍ سره جنګېدے۔ دَ هر چا دا خیال شو چې بس اوس خو مرګ دے۔ دَ دې طوفان نه سالم بچ کېدل مشکل دی ، دَ تېښتې څهٔ لار نشته۔ نو چې دَ هر طرف نه نا امیده شی نو خپل باطل معبودان ېٔ هېر شی اؤ الله ته زاریٔ کوی (کومه چې دَ انسانی فطرت تقاضا ده چې دَ هر طرف نه نا امیده شی نو الله ېٔ یاد شی) چې یا الله کهٔ دَ دې مرګ نه دې بچ کړو نو خالص ستا عبادت به کوؤ اؤ همېشه به شکرونه ادا کوؤ۔ بیا به هېچرې نافرمانی نهٔ کوؤ۔ خو چې دَ سختې وخت تېر شی ، کشتۍ دَ طوفان نه بچ شی ، مسافر پهٔ وچه کوز شی نو بیا ېٔ خپلې وعدې اؤ توبې هېرې شی اؤ هم هغه خپل شرارت اؤ نافرمانی شروع کړی۔
فائده: پهٔ دې آیت کښې دَ اسلام هغه دعویدارو ته خبردارے دے کوم چې دَ طوفان پهٔ وخت کښې هم دَ یو الله نه غیر دَ بل چا (پیر فقیر نه) امداد غواړی۔ دَ مکّې معظّمې دَ فتح نه پس دَ ابوجهل ځوئے عکرمهؓ چې لا مسلمان شوے نهٔ وهٔ ، دَ مکّې معظّمې نه وتښتېدو ، پهٔ سمندر کښې کشتۍ کښې چرته روان وهٔ چې ناڅاپه کشتۍ طوفان کښې راګېره شوه۔ ماڼګی پهٔ مسافرو غږ وکړو چې لوئے خدائې ته زاری وکړیٔ۔ دې وخت کښې نور معبودان څهٔ امداد نهٔ شی کؤلے۔ عکرمهؓ ووې چې لوئے خدائې خو هغه دے چې محمّدﷺ ورته مونږ بلی۔ کهٔ پهٔ دریاب کښې دَ محمّدﷺ دَ رب نه بغیر بل څوک امداد نهٔ شی راکؤلے نو پهٔ وچه هم دَ هغهٔ دَ امداد ضرورت دے۔ اے خدایه کهٔ دَ دې طوفان نه دې زهٔ بچ کړم نو دَ محمّدﷺ پهٔ لاس به بیعت وکړم اؤ دَ هغهٔ دَ لویو اخلاقو نه زما طمع ده چې زما غلطیٔ به معاف کړی۔ چې الله پاک دَ دې طوفان نه بچ کړو نو بیا دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه مسلمان شو۔ رضی الله عنه ۔
ف۳۷: یعنی دَ ستاسو دَ شرارت نقصان به هم تاسو ته رسی۔ فرض کړیٔ کهٔ څو ورځې ژوند کښې دَ دنیا څهٔ فائده حاصله هم کړیٔ خو آخر به دَ الله پاک مخکښې حاضرېږیٔ هلته به درنه دَ ټولو شرارتونو بدله اخستے شی (بیا به درته دَ ګټې اؤ تاوان پته ولګی چې تل عمری ژوند مو خراب شی)
اِنَّمَا مَثَلُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ مِمَّا یَاْكُلُ النَّاسُ وَ الْاَنْعَامُ١ؕ حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذَتِ الْاَرْضُ زُخْرُفَهَا وَ ازَّیَّنَتْ وَ ظَنَّ اَهْلُهَاۤ اَنَّهُمْ قٰدِرُوْنَ عَلَیْهَاۤ١ۙ اَتٰىهَاۤ اَمْرُنَا لَیْلًا اَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنٰهَا حَصِیْدًا كَاَنْ لَّمْ تَغْنَ بِالْاَمْسِ١ؕ كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ۝۲۴
دَ دنیا دَ ژوند مثال خو داسې دے لکه چې مونږ اوبهٔ نازلې کړې دَ آسمان نه ، بیا دَ هغې پهٔ برکت دَ زمکې نه ګډه وډه سبزی راوخته۔ چې خوری دَ هغې نه بنیادم اؤ څاروی ف۳۸ تر دې چې ونیوؤ زمکې خپل رونق اؤ ښائسته شوه ، اؤ خاوندانو ېٔ خیال وکړو چې زمونږ پهٔ قبضه کښې راتلونکے ده ف۳۹ ناڅاپه ورته راورسېدو زمونږ حکم دَ شپې یا دَ ورځې۔ نو هغه مو داسې ټکوسترے کړو لکه چې پرون پکښې هډو هېڅ هم نهٔ وو۔ دغه شان مونږ پهٔ تفصیل سره بنانوؤ خپلې نښانې هغه خلقو ته چې غور کوی، ف۴۰
ف۳۸: فَاخۡتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الۡاَرۡضِ نه ځنو دَ پیداوار ډېر والے مراد اخستې دے چې ښهٔ ابادی وی اؤ فصل طاقتور وی نو ګڼ وی اؤ یو بل کښې ننوتې وی اؤ ځنو بِهٖ کښې باؔء دَ مصاحبت دپاره اخستې ده یعنی دَ اوبو پهٔ ګډون شنکے راوخیژی دا اوبهٔ پهٔ بوټو کښې جذب کیږی اؤ دَ هغې جُز کیږی لکه بنیادم چې خوراک هضم کړی اؤ دَ بدن جز شی۔ دَ مترجمؒ دَ الفاظو نه دا معلومیږی چې دغه معنٰی ېٔ اخستې ده چې دَ زمکې اجزاء اؤ اوبهٔ ګډې وډې شی اؤ بوټی راټوکوی چې څهٔ دَ بنیادمو خوراک شی لکه غلې اؤ ترکاریٔ اؤ ځنې دَ څاروو خوراک شی لکه واښهٔ اؤ بوس وغېره۔
ف۳۹: یعنی قسما قسم بوټو باندې دَ زمکې مخ ښائسته شو اؤ فصل داسې تیار شو چې دَ مالکانو تسلّی وشوه چې اوس ترې مونږ پوره پوره فائده اخستے شو۔
ف۴۰: یعنی ناڅاپه دَ الله پهٔ حکم څهٔ داسې آفت (طوفان، ږلۍ یا ملخ وغېره) راشی چې تیار فصلونه داسې تباه کړی لکه چې څهٔ وو نه خالی ډاګه پاتې شی هم دغه شان دَ دنیا دَ ژوند مثال هم دے۔ چې خوشحاله خوشحالی وی اؤ عیش عشرت وی۔ دَ بنده نه الله هېر شی اؤ دا ېٔ خیال وی چې ژوند به همېشه هم دغه شان پهٔ آرام تیریږی ، حالانکې دا خوشحالی څو ورځې وی بیا ورپسې زوال اؤ تباهی تړلی وی۔ شاه صاحبؒ دا مثال پهٔ یوه عجیبه طریقه انسانی ژوند باندې برابر کړے دے۔ وائی چې روح دَ اوبو پهٔ شان دَ پورته نه راغلو اؤ دَ خاؤرې پهٔ بدن کښې ننوتو۔ بدن کښې ېٔ طاقت پیدا کړو اؤ دَ دواړو پهٔ ګډون بنیادم جوړ شو، بیا دې بنیادم څهٔ کارونه دَ سړیتوب وکړل اؤ څهٔ ېٔ دَ ځناورو پهٔ شان۔ چې ښهٔ کامل شو اؤ دَ خپلو خپلوانو پرې یقین راغلو چې اوس دَ کار شو اؤ مونږ ته به څهٔ خیر ورسوی۔ ناڅاپهٔ ورباندې مرګ راشی اؤ هر څهٔ تالا والا کړی اؤ څو ورځې پس ېٔ نوم داسې ورک شی لکه هډو چرته پیدا شوے نهٔ وهٔ۔
فائده: لَیۡلًا وَّ نَهَارًا ځکه ووئیلی شو چې دَ شپې خلق ودهٔ وی ، غافل وی اؤ دَ ورځې بیدار وی۔ مطلب دا چې دَ الله حکم راشی نو بنده غافل وی کهٔ بیدار وی منع کؤلے نهٔ شی۔
وَ اللّٰهُ یَدْعُوْۤا اِلٰی دَارِ السَّلٰمِ١ؕ وَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۲۵
اؤ الله بلی تاسو دَ سلامتیا کور ته ، اؤ ښیٔ چا ته چې ېٔ خوښه وی سمه لار۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ دنیا پهٔ فانی ژوند غرور مهٔ کویٔ۔ جنّت طرف ته راشیٔ۔
الله پاک تاسو دَ امن اؤ سلامتیا کور ته بلی اؤ دَ هغې لار درته ښئی۔ دغه داسې کور دے چې دَ هر قسم سختې اؤ غم نه پهٔ امن دے۔ هېڅ نقصان اؤ آفت پکښې نهٔ راځی۔ فرښتې ورته سلام کوی اؤ دَ الله دَ طرف نه ورته هم دَ سلام تحفه راځی۔
لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوا الْحُسْنٰی وَ زِیَادَةٌ١ؕ وَ لَا یَرْهَقُ وُجُوْهَهُمْ قَتَرٌ وَّ لَا ذِلَّةٌ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۲۶
چا چې نیکی وکړه دَ هغو دپاره نیکی ده اؤ څهٔ زیاتے ف۴۲ اؤ نهٔ به راخوریږی دَ هغو پهٔ مخونو تیارهٔ اؤ نهٔ شرمندګی ۔ اؤ هم دغه خلق جنتیان دی دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ ف۴۳
ف۴۲: نیکانو ته به هلته بهتر ځائې یعنی جنّت ورکؤلے شی اؤ دَ دې نه زیاتی هم چې هغه دَ الله پاک رضا ده اؤ دَ الله پاک دیدار دے۔ پهٔ ډېرو حدیثونو کښې دَ ”زیادة“ پهٔ تفسیر کښې دَ الله پاک دیدار ”وئیلې“ شوے دے اؤ دَ ډېرو اصحابوؓ اؤ تابعینوؒ نه هم دغه نقل دے۔ دَ حضرت صهیبؓ نه روایت دے چې حضور اکرمﷺ دا آیت ولوستو اؤ وېٔ فرمائیل چې کله جنّتیان جنّت ته اؤ دوزخیان دوزخ ته ورسی نو جنتیانو ته به یو آواز وشی چې اے جنّتیانو تاسو سره دَ الله پاک یوه وعده پاتې ده هغه به اوس پوره کیږی۔ جنّتیان به ووائی یا الله تا پهٔ خپل فضل زمونږ دَ نیکیٔ تله درنه کړه۔ دَ دوزخ نه دې بچ کړو ، دَ جنّت نعمتونه دې راکړل ، نو دَ دې نه پس اوس نور لا څهٔ پاتې دی۔ پهٔ دې کښې به حجاب (پردې) پورته شی اؤ جنّتیان به دَ الله پاک دیدار وکړی۔ نو قسم پهٔ الله چې کوم نعمتونه جنتیانو ته ورکړی شوی وی دَ دیدار پاک دَ خوشحالیٔ پهٔ مقابله کښې به هېڅ هم نهٔ وی۔ دَ الله پاک دیدار دَ هر څهٔ نه خوږ دے۔ الله پاک دې زمونږ سره دَ ټولو مؤمنانو جنّتونه اؤ دَ الله پاک دیدار نصیب کړی۔ آمین۔
ف۴۳: یعنی دَ قیامت پهٔ میدان کښې چې دَ کافرو اؤ ګنهګارو مخونه به تور وی اؤ تیارهٔ به پرې خوره وی ، دَ جنّتیانو دَ مخونو نه به رڼا خیژی اؤ دَ سپوږمۍ پهٔ شان پړق به وهی۔
وَ الَّذِیْنَ كَسَبُوا السَّیِّاٰتِ جَزَآءُ سَیِّئَةٍۭ بِمِثْلِهَا١ۙ وَ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ١ؕ مَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ١ۚ كَاَنَّمَاۤ اُغْشِیَتْ وُجُوْهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ الَّیْلِ مُظْلِمًا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۲۷
اؤ چا چې وګټلې بدیٔ بدله به ورکؤلے شی دَ بدیٔ دَ هغې پهٔ برابر ف۴۴ اؤ راخور به شی پرې ذلّت ، نشته دوی دپاره هېڅوک دَ الله نه بچ کؤنکے ۔ ګویا کهٔ پټ کړل دَ دوی مخونه دَ تورې شپې ټوکړو ف۴۵ هم دغه خلق دوزخیان دی دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔
ف۴۴: مطلب دا دے چې دَ بدیٔ سزا به دَ حق نه زیاته نهٔ شی ورکؤلے۔ څنګه چې دَ نیکیٔ جزاء دَ حق نه زیاته ورکړې شوه خالص دَ الله پهٔ فضل۔ دَ حق نه کمه سزا به ورکړې شی یا ځنې غلطیٔ ورته بالکل معاف شی۔ دا دَ الله پاک خوښه ده کهٔ چا ته معاف کوی خو زیات به هېچا ته نهٔ ورکوی۔
ف۴۵: یعنی دَ هغوی مخونه به داسې تور وی لکه دَ تورې شپې ټکړې چې ورباندې چا تړلے وی (اعاذ ناالله منها)
وَ یَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا مَكَانَكُمْ اَنْتُمْ وَ شُرَكَآؤُكُمْ١ۚ فَزَیَّلْنَا بَیْنَهُمْ وَ قَالَ شُرَكَآؤُهُمْ مَّا كُنْتُمْ اِیَّانَا تَعْبُدُوْنَ۝۲۸
اؤ پهٔ کومه ورځ چې به مونږ راجمع کړو دا ټول بیا به وایو هغه چا ته چې شرک ېٔ کړے، ودرېږیٔ پهٔ خپل خپل ځائې تاسو ف۴۶ اؤ ستاسو شریکان ، بیا به جدائی راولو دَ دوی ترمینځه اؤ وائی به ورته دَ هغوی هغه شریکان تاسو خو زمونږ عبادت نهٔ کؤلو۔
ف۴۶: یعنی کوم چې دَ ستاسو پهٔ خیال دَ الله شریکان وو یا څوک چې تاسو دَ الله ځامن لوڼه ګڼل لکه عیسٰیؑ ته نصارٰی دَ الله ځوئے وائی یا لکه فرښتو اؤ احبارو اؤ رهبانو ته چې ېٔ یو قسم دَ خداییٔ درجه ورکړے وه یا بتان چې مشرکانو خدایان ګڼل اؤ دَ اللہ اختیارات ېٔ پرې تقسیم کړی وو۔ دا ټول به دَ مرتبې پهٔ لحاظ پهٔ خپل خپل ځائې ولاړ وی۔
فَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًۢا بَیْنَنَا وَ بَیْنَكُمْ اِنْ كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغٰفِلِیْنَ۝۲۹
نو الله کافی دے ګواه زمونږ اؤ ستاسو ترمینځه مونږ خو ستاسو دَ عبادت نه خبر نهٔ وو۔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی پهٔ هغه وخت به عجیبه الغاؤ تلغاؤ وی۔ هر څوک به دَ ځان پهٔ فکر کښې وی عبادت کؤنکے به دَ خپلو معبودانو نه ویزار وی اؤ هغه ټول تعلقات به ېٔ ختم شی۔ مشرکانو چې دَ کومو څیزونو عبادت کؤلو هغوی به پهٔ دې وخت کښې ځواب ورکړی چې تاسو دروغ واییٔ تاسو خو زمونږ عبادت نهٔ کؤلو۔ تاسو به چې دَ کوم څیز عبادت کؤلو دَ خپل ځان نه به مو هغهٔ ته داسې صفتونه جوړ کړل چې هغه به پهٔ حقیقت کښې پهٔ هغه څیز کښې نهٔ وو۔ نو پهٔ اصل کښې دا دَ بتانو یا ملائیکو یا مسیحؑ عبادت نهٔ وهٔ۔ دا خو دَ خپل وهم اؤ غلطو خیالاتو اؤ فضول عقیدو عبادت وهٔ۔ اؤ هسې ېٔ فرښتو یا نیکو بندګانو یا بتانو ته نسبت کؤلو۔
دغه معبودان به ورته وائی چې الله ګواه دے چې تاسو زمونږ پهٔ اجازت یا زمونږ پهٔ خواهش یا وفا زمونږ عبادت نهٔ دے کړے مونږ څهٔ خبر وو چې تاسو دَ خپل جهالت پهٔ وجه زمونږ نه خدایان جوړ کړی دی۔ دا خبرې کهٔ دَ حضرت عیسٰیؑ دَ طرف نه وی خو څهٔ اشکال پکښې نشته اؤ کهٔ دَ بتانو دَ طرف نهٔ وی هم څهٔ بعیده نهٔ ده چې الله پاک دَ مشرکانو دَ شرمؤلو دپاره دَ کاڼی بتانو ته دَ خبرو طاقت ورکړی اؤ هغوی ورته دغه شان خبرې وکړی۔ قَالُوْٓا اَنْطَقَنَا اللہُ الَّذِیْ اَنْطَقَ کُلَّ شَیْءٍ (حٰمٓ السجده ، رکوع ۳) (دوی به ووائی چې مونږ ته دَ خبرو طاقت راکړو هغه الله چې دَ خبرو طاقت ېٔ ورکړے دے هر خبرې کؤنکی څیز ته۔
هُنَالِكَ تَبْلُوْا كُلُّ نَفْسٍ مَّاۤ اَسْلَفَتْ وَ رُدُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ مَوْلٰىهُمُ الْحَقِّ وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۠۝۳۰
دلته به اندازه ولګوی هر سړے چې څهٔ ېٔ ځان دپاره مخکښې استؤلی اؤ رجوع به وکړی ټول الله ته چې پهٔ رښتیا دَ ټولو مالک دے اؤ ورک به شی ترې هغه ټول معبودان چې ېٔ دَ دروغو جوړ کړی وو۔ ف۴۸
ف۴۸: یعنی دروغ اؤ بې اصله وهمونه به ټول ختم شی۔ هر سړے به پهٔ خپلو سترګو وینی چې دې وخت کښې دَ اصل مالک نه بغیر دَ بل چا نه دَ امداد څهٔ طمع نشته اؤ هر چا ته به دَ خپلو نیکیو اؤ بدیو اندازه ولګی چې پهٔ څهٔ کښې دے۔
قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ اَمَّنْ یَّمْلِكُ السَّمْعَ وَ الْاَبْصَارَ وَ مَنْ یُّخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَ یُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَ مَنْ یُّدَبِّرُ الْاَمْرَ١ؕ فَسَیَقُوْلُوْنَ اللّٰهُ١ۚ فَقُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ۝۳۱
ورته ووایه څوک روزی درکوی تاسو ته دَ اسمان نه اؤ دَ زمکې نه، ف۴۹ یا څوک مالک دے دَ غوږونو اؤ دَ سترګو ف۵۰ اؤ څوک راوباسی ژوندے دَ مړی نه اؤ مړے دَ ژوندی نه ف۵۱ اؤ څوک انتظام کوی دَ ټولو کارونو ف۵۲ نو دوی به ووائی الله ، ته ورته ووایه نو بیا تاسو ولې نهٔ ویرېږیٔ۔
ف۴۹: دَ آسمان دَ طرف نه دَ نمر ګرمی اؤ دَ باران اوبهٔ راځی اؤ دَ زمکې دَ اجزاؤ سره شریکیږی نه هلهٔ دَ بنیادم روزی کیږی۔
ف۵۰: یعنی الله پاک څنګه پهٔ عجیبه طریقه سترګې اؤ غوږونه پیدا کړی دی اؤ دَ لیدو اؤ اورېدو طاقت ېٔ پکښې یٔښې دے اؤ بیا څنګه پهٔ عجیبه طریقه ېٔ حفاظت کوی۔ الله پاک دَ دې انسانی طاقتونو اصلی مالک دے هم هغه ېٔ ورکوی اؤ چې کله ېٔ هغه دَ چا نه واخلی نو هېڅوک ېٔ بیا نهٔ شی ورکؤلے۔
ف۵۱: مثلاً دَ نطفې یا اګۍ نه چې بې ساه څیزونه دی ، ژوندې څیزونه پیدا کوی اؤ بیا پهٔ دغه ژوندی څیزونو کښې نطفه اؤ اګۍ پیدا کوی (چې نور څیزونه ترې پیدا شی) یا یو قوم چې روحانی اؤ معنوی لحاظ سره مړ وی کمزورے اؤ پرېوتے وی پهٔ هغو کښې زنده دل افراد پیدا کړی، اؤ دغه کمزوری قوم ته طاقت ورکړی، اؤ هم دغه شان کله طاقتور قومونه تباه اؤ کمزوری کړی۔
ف۵۲: یعنی دَ دنیا دَ ټولو کارونو تدبیر اؤ انتظام څوک کوی؟ (الله)
فَذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ١ۚ فَمَا ذَا بَعْدَ الْحَقِّ اِلَّا الضَّلٰلُ١ۖۚ فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ۝۳۲
نو هم دغه الله رب دے ستاسو پهٔ حقه ۔ نو دَ حق نه پس بیا څهٔ پاتی شو بې دَ ګمراهیٔ نه نو بیا چرته پهٔ شا تښتیٔ۔ ف۵۳
ف۵۳: مشرکانو هم دا منله چې دا غټ غټ کارونه دَ الله نه بغیر بل څوک نهٔ شی کؤلے ځکه فرمائی چې هرکله دَ تمام عالم تدبیر کؤنکے اؤ اصلی خالق اؤ مالک الله دے۔ اؤ تاسو هم دا منیٔ نو بیا دَ هغهٔ نه ویرېږیٔ نهٔ چې دَ بل چا عبادت کویٔ۔ معبود خو هغه دے کوم چې خالق اؤ مالک اؤ تدبیر کؤنکے دے۔ دَ دې اقرار کؤلو نه پس بیا چرته پهٔ شا تښتیٔ؟ هر کله چې رښتونے مالک هغه دے نو دَ رښتیاؤ نه اخوا نور څهٔ پاتی شو ، دروغ اؤ غلط وهمونه ۔ نو رښتیا پرېښؤل اؤ پهٔ وهم پسې تلل خو دَ هوښیارو کار نهٔ دے۔
كَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ فَسَقُوْۤا اَنَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۳۳
هم دغه شان پوره شوه ستا دَ رب خبره پهٔ حق کښې دَ نافرمانو، چې دوی به ایمان نهٔ راؤړی۔ ف۵۴
ف۵۴: یعنی الله پاک دَ روزِ ازل نه دَ دې بدبختو پهٔ قسمت کښې ایمان نهٔ دے لیکلے دَ دې سبب دا دے چې الله پاک ته دَ دوی سرکشی اؤ نافرمانی معلومه وه ، نو هغه دَ الله لیکلے خبره اوس پهٔ دوی صادقه ده۔
قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ١ؕ قُلِ اللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ۝۳۴
تهٔ ترې تپوس وکړه ، ستاسو پهٔ شریکانو کښې داسې څوک شته چې پهٔ وړومبی ځل څیز پیدا کړی بیا ېٔ دوباره ژوندے کړی ، ورته ووایه ، الله پهٔ وړومبی ځل مخلوق پیدا کړی بیا به ېٔ دوباره ژوندی کړی نو تاسو چرته اوړیٔ۔ ف۵۵
ف۵۵: تر دې پورې خو دَ پیدائش (دَ دنیا دَ ژوند) بیان وهٔ اوس دَ معاد (دَ دوباره ژوند ذکر دے) هر کله چې تاسو دا منیٔ چې دَ زمکې ، آسمانونو ، سترګو ، غوږونو، مرګ اؤ ژوند ټولو خالق الله پاک دے۔ نو دا خبره خو څرګنده ده۔ چې دَ مرګ نه پس بیا دوباره ژوندی کؤل دَ اول ځل پیدا کؤلو نه آسان دی۔ نو بیا چې هغه الله تاسو ته دَ نبیانو پهٔ خلهٔ دَ دوباره پیدا کؤلو خبر درکوی۔ نو تاسو ېٔ ولې نهٔ منیٔ؟ چې دَ مبدء اقرار کویٔ نو دَ معاد دَ اقرار نه ولې پهٔ شا تښتیٔ؟
قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ١ؕ قُلِ اللّٰهُ یَهْدِیْ لِلْحَقِّ١ؕ اَفَمَنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ اَحَقُّ اَنْ یُّتَّبَعَ اَمَّنْ لَّا یَهِدِّیْۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّهْدٰی١ۚ فَمَا لَكُمْ١۫ كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ۝۳۵
تهٔ ورته ووایه چې ستاسو شریکانو کښې داسې څوک شته چې چا ته سمه لار وښیٔ ورته ووایه الله صحیح لاره ښئی۔ نو بیا څوک چې صحیح لاره ښئی هغه زیات حقدار دے چې خبره ېٔ ومنلې شی کهٔ هغه چې خپله لار نهٔ شی موندې مګر کله چې ورته بل څوک لار وښیٔ۔ نو پهٔ تاسو څهٔ چل وشو دا تاسو څنګه انصاف کویٔ؟ ف۵۶
ف۵۶: دَ مبدء اؤ معاد ذکر نه پس اوس دَ دې ترمینځه حالاتو ذکر دے چې څنګه اول پیدا کؤنکے اؤ دوباره ژوندے کؤنکے الله دے۔ نو هم دغه شان دَ دویٔم ژوند دپاره صحیح لار ښیونکے هم بل نشته۔ الله خپل مخلوق ته صحیح لار ښیٔ اؤ وړوکے وی کهٔ لوئے ټول هم دَ هغهٔ دَ رهنماییٔ محتاج دی۔ هم دَ هغهٔ پهٔ هدایت ټولو ته روانېدل پکار دی۔ بتان غریبان پهٔ څهٔ کښې دی چې چا ته به لار وښئی۔ هغوی خپله دَ ځائې نه نهٔ شی خوزېدې، بل ته به څهٔ لار وښئی۔ لوئی لوئی نبیان اؤ فرښتې هم دغه اقرار کوی چې دَ الله دَ رهنماییٔ نه بغیر مونږ یو قدم نهٔ شو اخستے۔ دَ نبیانو رهنمائی هم خلقو ته ځکه قبلؤل پکار دی چې الله پاک هغوی ته بې واسطې پهٔ خپله هدایت کوی اؤ نور مخلوق ته بیا دَ نبیانو پهٔ واسطه هدایت کوی۔ بیا دا څومره بې انصافی ده چې بنیادم هغه اصلی هادی اؤ خالق اؤ مالک پرېږدی اؤ پهٔ نور مخلوق لکه احبارو، رهبانو، پنډتانو یا نورو داسې کسانو پسې پټې سترګې روان شی۔
وَ مَا یَتَّبِعُ اَكْثَرُهُمْ اِلَّا ظَنًّا١ؕ اِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ۝۳۶
اؤ پهٔ دوی کښې اکثر خلق خو تشو ګمانونو پسې روان دی، بېشکه ګمان دَ حق پهٔ مقابله کښې هېڅ فائده نهٔ ورکوی۔ ف۵۷ بېشکه الله ته ښهٔ معلوم دی څهٔ چې دوی کوی۔
ف۵۷: هر کله چې معلومه شوه چې مبدیٔ اؤ معید اؤ هادی صرف الله دے نو بیا دَ شرک لار خوښؤنکیو ته فکر پکار دے چې دوی سره کوم داسې مضبوط دلیلونه دی چې دَ توحید لار پرېږدی اؤ دَ هغې دلیلونو پهٔ وجه دَ شرک لار اختیاروی۔ رښتیا خو دا دی چې دوی سره دَ وهم اؤ اټکل نه بغیر نور هېڅ مضبوط دلیل نشته۔ ښه نو اټکلی خبره دَ حق پهٔ مقابله کښې څهٔ کار ورکؤلے شی؟
وَ مَا كَانَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ اَنْ یُّفْتَرٰی مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ لٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَ تَفْصِیْلَ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ۫۝۳۷
اؤ دا قرآن داسې کتاب نهٔ دے چې بې دَ الله نه بل څوک ېٔ دَ ځان نه جوړ کړې شی۔ ف۵۸ لېکن دا قرآن تصدیق کوی دَ مخکښینیو کتابونو ف۵۹ اؤ بیان کوی دَ هغه څیزونو چې تاسو دپاره لیکلی شوی چې پهٔ هغې کښې هېڅ شک نشته دَ پروردګارِ عالم له طرفه ف۶۰
ف۵۸: پهٔ تېرو آیتونو کښې وئیلی شوی وو چې مشرکان دَ وهم و ګومان تابعداری کوی حالانکې پیروی دَ هغې خبرې پکار ده کومه چې رښتونی وی اؤ صحیح لار ښئی۔ پهٔ دې مناسبت دلته بیان کیږی چې نن پهٔ دنیا کښې قرآن کریم یو داسې کتاب دے چې دَ وهمونو اؤ بې اصله خبرو پهٔ مقابله کښې حقیقی اؤ رښتونې خبرې پېش کوی۔ دَ هغې علومو اؤ معارفو ، قوانینو ، احکامو اؤ بې شانه فصاحت ته چې وکتې شی نو بنده پهٔ دې منلو مجبور شی چې دا کلام بنیادم جوړ کړے نهٔ دے دَ الله پاک کلام دے۔ پوره قرآن خو پرېږده چې دَ یو آیت، یو وړوکی سورت پهٔ شان جوړولو نه هم ټول جن و انس عاجزه دی۔
ف۵۹: دَ قرآن کلامِ الٰهی کېدل دَ دې نه ثابته دی چې قرآن دَ نورو آسمانی کتابونو تصدیق کوی ، دَ هغو مضامینو حفاظت اؤ دَ هغو دَ پېشن ګویو دَ صداقت اعلان کوی۔
ف۶۰: یعنی هغه علوم اؤ معارف چې پهٔ مخکښینیو کتابونو کښې مختصر غوندې بیان شوی وو پوره تفصیل سره بیانوی۔ حقیقت خو دا دے چې پهٔ دې کتاب کښې پوهه اؤ هوښیار سړی ته هډو دَ شک ګنجائش نشته۔ داسې جامع ، بلیغ اؤ دَ نور و حکمت نه ډک کتاب صرف دَ باری تعالیٰ کېدے شی۔ دا دَ بنیادم دَ وس کار نهٔ دے۔
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ١ؕ قُلْ فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّثْلِهٖ وَ ادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۳۸
آیا خلق دا وائی چې دا دهٔ دَ ځانه جوړ کړے دے۔ ورته ووایه بیا تاسو جوړ کړیٔ یو سورت دَ دې پهٔ شان اؤ راوبلیٔ (دَ خپل امداد دپاره) څوک چې راغوښتې شیٔ دَ الله نهٔ سوا کهٔ تاسو رښتونی ییٔ؟ ف۶۱
ف۶۱: یعنی کهٔ دا قرآن ما دَ ځان نه جوړ کړے وی نو تاسو هم زما پهٔ شان بنیادم ییٔ۔ فصیح و بلیغ عرب ییٔ۔ ټول پهٔ شریکه دَ دې پهٔ شان یو سورت جوړ کړیٔ۔ اؤ یواځې تاسو نه نور ټول مخلوق نه هم امداد واخلیٔ دَ جن و انس ټول فصیحان ، عالمان راجمع کړیٔ۔ کهٔ تاسو ټولو پهٔ شریکه یو وړوکے غوندې سورت دَ دې پهٔ شان جوړ کړو نو ثابته به شی چې دا دَ بنیادم کلام دے۔ خو دا ممکنه نهٔ ده چې تر قیامته پورې دَ بنیادمو اؤ پېریانو دَ لاسه داسې کار وشی۔ قرآن کریم داسې کتاب دے چې دې کښې تهذیب ، اخلاق ، تمدّن ، معاشرت ، حکومت ، سیاست ، معرفت ، روحانیت ، تزکیه نفس ، تنویرِ قلب غرض دا چې الله پاک ته دَ نژدے کېدو اؤ دَ تنظیم اؤ مخلوق دَ ښېګړې ټولې طریقې اؤ لارې پکښې ښیٔلی شوی دی۔ پهٔ کومو چې دَ دنیا دَ پیدائش اصلی مقصد پوره کیږی۔ دَ داسې بهترینو قواعدو اؤ طریقو دَ یو امّی قوم دَ یو امّی فرد نه هېچرې توقع نهٔ شی کېدے۔ بیا دَ دې دومره علومو اؤ هدایاتو سره دَ دې کتاب فصاحت ، بلاغت ، مدلّل اؤ مؤثر طرزِ بیان ، سلاست ، روانی اؤ شاهانه وقار ، شان و شوکت دا ټول څیزونه داسې دی چې پهٔ ډېر طاقت سره ټولې دنیا ته دَ مقابلې چیلنج ورکوی۔ کله نه چې قرآن کریم نازل شوے دے اؤ بنیادم ترېنه خبر شوی دی۔ دَ وړومبنیٔ ورځې نه دَ هغې دا دعویٰ ده چې زهٔ دَ الله پاک کلام یم۔ اؤ څنګه چې دَ الله دَ زمکې پهٔ شان زمکه ۔ دَ الله دَ آسمان پهٔ شان آسمان ۔ دَ الله دَ نمر سپوږمۍ پهٔ شان نمر سپوږمۍ اؤ دغسې نور څیزونه پهٔ دنیا کښې بل هېڅوک نهٔ شی جوړؤلے۔ دغه شان دَ الله دَ کلام قرآن پاک پهٔ شان کلام جوړؤلو نه هم تمام مخلوق عاجزه دے۔ مخالفین دَ قرآن ورکؤلو کوشش کوی۔ چل ول به ورته جوړوی ، دَ مقابلې دپاره به ېٔ دَ دنیا لوئی لوئی طاقتونه راجمع کیږی اؤ خپل پوره وس به کوی، خپل ځان ته اؤ نورو خلقو ته به تکلیف جوړوی، لېکن دا ممکنه نهٔ ده چې دَ قرآن دَ یو وړوکی سورت پهٔ شان سورت جوړ کړې شی۔ قُلْ لَئِنِ جْتَمَعَتِ الْجِنُّ وَالْاِنْسُ عَلٰٓی اَنْ یَأْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَأْتُوْنَ بِمِثْلِهٖ وَ لَوْ کَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا۝ (تهٔ ورته ووایه کهٔ پېریان اؤ بنیادم ټول پهٔ جمع کوشش وکړی چې دَ دې پهٔ شان کلام جوړ کړی دوی دَ دې مثل نهٔ شی جوړؤلے اګر کهٔ ټول دَ یو بل امداد وکړی) (علامه عثمانی فرمائی) پهٔ دې مسئله باندې ما دَ اعجاز القرآن پهٔ نوم مستقل کتاب لیکلے دے کهٔ دَ چا شوق وی نو پوره تفصیل دې پهٔ هغې کښې وګوری۔
بَلْ كَذَّبُوْا بِمَا لَمْ یُحِیْطُوْا بِعِلْمِهٖ وَ لَمَّا یَاْتِهِمْ تَاْوِیْلُهٗ١ؕ كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ۝۳۹
بلکې خبره دا ده چې دوی دروغ ووې هغې خبرو ته کومې چې دَ دوی پهٔ عقل کښې رانهٔ غلې۔ ف۶۲ اؤ یا خو ښکاره شوے نهٔ دے ورته دَ دې حقیقت، ف۶۳ دغه شان دروغ ګڼلی وو هغه قومونو دَ دوی نه مخکښې تېرو شویو نو تهٔ وګوره چې څهٔ انجام شو دَ ګناهګارو؟
ف۶۲: یعنی دوی چې وائی چې قرآن رسول کریمﷺ دَ ځان نه جوړ کړے دے نو دا صرف دَ جهالت ، بې وقوفیٔ اؤ ناپوهیٔ پهٔ وجه داسې وائی۔ دَ عناد اؤ تعصب پهٔ وجه پهٔ سړه سینه پهٔ قرآن سوچ نهٔ شی کؤلے چې پهٔ خوبیو ېٔ پوهه شی اؤ چې دَ خپلې بې وقوفیٔ اؤ عقل نه پوره کار نهٔ اخستو پهٔ وجه دَ قرآن پهٔ دلائلو اؤ علمی خبرو پوهه نهٔ شی نو تکذیب ېٔ شروع کړی اؤ دروغ ورته ووائی۔
ف۶۳: ځنو مفسرینو دَ تأویل معنٰی تفسیر کړے دے۔ یعنی دَ قرآم مطلب دَ دوی پهٔ ذهن کښې نهٔ کښینی اؤ ځنو ترېنه دَ قرآن پېشن ګوئی مراد کړی دی یعنی دا کم عقل دَ قرآن تکذیب پهٔ دې وجه هم کوی۔ چې قرآن چې دَ مستقبل متعلق کومې خبرې کوی دَ هغې دَ پوره کېدو یا وخت نهٔ دے راغلے نو دوی پهٔ انتظار وی چې دا به کله پوره کیږی لېکن سوچ دا پکار دے چې دا خبره دَ تکذیب وجه څنګه کېدے شی زیات نه زیات دا ده چې تر هغې ورته توقف پکار دے۔ چې تر څو دَ هغې وخت نهٔ وی راغلے۔
وَ مِنْهُمْ مَّنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ وَ مِنْهُمْ مَّنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهٖ١ؕ وَ رَبُّكَ اَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِیْنَ۠۝۴۰
اؤ ځنی دوی کښې داسې دی چې ایمان راؤړی پهٔ دې قرآن اؤ ځنی داسې دی چې ایمان پرې نهٔ راؤړی۔ اؤ ستا رب ډېر ښهٔ پیژنی مفسدان۔ ف۶۴
ف۶۴: یعنی مخکښې به پهٔ دوی کښې ځنی کسان ایمان راؤړی اؤ ځنی به هم دغه شان پهٔ کفر باقی پاتی شی۔ الله پاک ته ټول ښهٔ معلوم دی پهٔ خپل وخت به سزا ورکوی۔
وَ اِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ لِّیْ عَمَلِیْ وَ لَكُمْ عَمَلُكُمْ١ۚ اَنْتُمْ بَرِیْٓـُٔوْنَ مِمَّاۤ اَعْمَلُ وَ اَنَا بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ۝۴۱
اؤ کهٔ دوی تا ته دروغژن وائی نو ورته ووایه ما دپاره زما عمل دے اؤ ستاسو دپاره ستاسو عملونه دی۔ تاسو بری ییٔ زما دَ کار نه۔ اؤ پهٔ ما څهٔ ذمه واری نشته ستاسو دَ کارونو۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی کهٔ دَ داسې مضبوطو دلیلونو اورېدو نه پس هم دوی ستا تکذیب کوی نو تهٔ ورته ووایه چې ما خپل فرض پوره کړو چې تاسو نهٔ منیٔ نو اوس ستاسو لار جُدا ده اؤ زما جُدا۔ تاسو دَ خپل عمل ذمه وار ییٔ اؤ زهٔ دَ خپل عمل۔ هر چا ته به دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکؤلے شی۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی یعنی (نعوذ بالله) کهٔ ما تاسو ته دَ الله حکم غلط ورسؤلو نو زهٔ به ګناهګار شم اؤ کهٔ تاسو ېٔ نهٔ منیٔ نو تاسو ګناهګار ییٔ۔ بهرحال پهٔ منلو کښې ېٔ تاسو ته څهٔ تاوان نشته اؤ نهٔ منلو کښې سراسر تاوان۔
وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ١ؕ اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَ لَوْ كَانُوْا لَا یَعْقِلُوْنَ۝۴۲
اؤ دوی کښې ځنی داسې دی چې ستا طرف ته ېٔ غوږونه یٔښی دی۔ نو آیا تهٔ به واؤرؤلے شې کڼو ته ، اګرکهٔ دَ هغوی عقل نهٔ وی۔
وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّنْظُرُ اِلَیْكَ١ؕ اَفَاَنْتَ تَهْدِی الْعُمْیَ وَ لَوْ كَانُوْا لَا یُبْصِرُوْنَ۝۴۳
اؤ دوی کښې ځنی داسې دی چې تا ته نېغ نېغ ګوری نو آیا تهٔ به لار وښیٔلې شې ړوند ته۔ اګر کهٔ دَ هغوی فکر نهٔ وی ف۶۶
ف۶۶: ځنی خلق پهٔ ظاهره قرآن شریف اوری اؤ ستا خبرو ته غوږ ږدی اؤ ستا معجزې اؤ کمالات وینی۔ لېکن لیدل اؤ اورېدل هغه فائده ورکوی چې دَ زړهٔ پهٔ غوږو واؤری اؤ دَ حقیقت پهٔ سترګو ووینی۔ دا خبره ستا پهٔ اختیار کښې نهٔ ده چې تهٔ کڼو ته خبره واؤروے۔ حالانکې هغوی دَ سخت کوڼوالی پهٔ وجه هډو بالکل پهٔ خبره پوهیږی نه ، اؤ دا ستا پهٔ اختیار کښې نهٔ ده چې دَ چا دَ زړهٔ سترګې ړندې وی هغهٔ ته لار وښي۔ هغوی پهٔ هېڅ نهٔ پوهیږی۔ موضح القرآن کښې دی چې غوږ کېږدی اؤ ګوری پهٔ دې خیال چې تهٔ زمونږ پهٔ زړهٔ تصرّف وکړه چې خبره راباندې اثر وکړی ، اؤ پهٔ ځنو دغسې وشوه۔ نو دا خبره دَ ستا پهٔ اختیار کښې نهٔ ده۔ دا دَ الله اختیار دے چې دَ چا پهٔ زړهٔ اثر کوی۔ ځنو مفسرانو دَ لَا یَعْقِلُوْنَ نه مطلق عقل اؤ دَ لَا یُبْصِرُوْنَ نه دَ مطلق بصارت نفی مراد کړے ده۔ یعنی دا داسې ړاندهٔ کاڼهٔ دی چې بالکل دَ عقل نه خلاص دی پهٔ هېڅ نهٔ پوهیږی نو تهٔ دوی ته څنګه هدایت کؤلے شې؟
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَظْلِمُ النَّاسَ شَیْـًٔا وَّ لٰكِنَّ النَّاسَ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۝۴۴
بېشکه الله ظلم نهٔ کوی پهٔ خلقو هېڅ هم لېکن خلق پهٔ خپلو ځانونو پهٔ خپله ظلم کوی۔ ف۶۷
ف۶۷: یعنی دَ چا پهٔ زړهٔ چې اثر نهٔ کیږی دا هم دَ دوی نقصان دے چې خپل دَ ادراک طاقت ېٔ داسې تباه کړے دے۔ ګنی دَ اصل فطرت پهٔ لحاظ خو الله پاک هر بنیادم ته دَ ادراک طاقت ورکړے دے۔
وَ یَوْمَ یَحْشُرُهُمْ كَاَنْ لَّمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ یَتَعَارَفُوْنَ بَیْنَهُمْ١ؕ قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ اللّٰهِ وَ مَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ۝۴۵
اؤ پهٔ کومه ورځ چې دوی راجمع کړې شی۔ لکه چې دوی نهٔ وو وسیدلی مګر دَ ورځې یوه ګړۍ ۔ ف۶۸ یو بل به پېژنی۔ ف۶۹ بېشکه غټ تاوان وکړو هغه خلقو چې دروغ ېٔ وګڼلو الله سره ملاقات ، اؤ نهٔ شول سمې لارې ته۔ ف۷۰
ف۶۸: یعنی دَ قیامت دَ ورځې سخته چې ووینی نو دَ خپل ټول عمر آرام به ورته داسې ښکاره شی لکه یو دَ ورځې ساعت نه زیات نهٔ وی۔ نو افسوس به کوی چې ولې مو عمر برباد تېر کړو اؤ هغه عمر څهٔ وهٔ یو ساعت دوه ساعته نهٔ وهٔ پاتې چې پهٔ دې مصیبت کښې ګېر شو۔ کهٔ څهٔ ډېره موده مو آرام کړے وې نو بیا هم یوه خبره وه۔
ف۶۹: یو بل به پېژنی خو څوک به دَ چا امداد نهٔ شی کؤلے هر سړے به دَ ځان پهٔ غم اخته وی ورور به دَ وروره جُدا وی پلار دَ ځوی نه اؤ ځوئے دَ پلار نه هېڅوک به دَ چا پکار نهٔ راځی۔ فَلَآ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَئِذٍ وَّ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ (سوره المؤمنون ، رکوع ۶)
(خپلوی به پهٔ دغه ورځ پکار نهٔ راځی اؤ نهٔ به څوک دَ یو بل تپوس کوی)
یَوْمَ یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ اَخِیْهِ وَ اُمِّهٖ وَ اَبِیْهِ وَ صَاحِبَتِهٖ وَبَنِیْهِ (سوره عبس ، رکوع ۱)
”دا داسې ورځ ده چې بنده به تښتی دَ خپل ورور نه اؤ دَ مور اؤ پلار اؤ ښځې اؤ اولاد نه“ (هر سړے به دَ ځان غم دَ بل نه بې پروا کړے وی)
ف۷۰: اؤ چا چې دَ الله سره پهٔ ملاقات یقین وکړو اؤ پهٔ سمه لار روان شو هغوی سراسر فائده کښې دی۔
وَ اِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللّٰهُ شَهِیْدٌ عَلٰی مَا یَفْعَلُوْنَ۝۴۶
اؤ کهٔ مونږ تا ته وښیو څهٔ شے دَ هغه وعدو نه چې تا سره مو کړی یا دې وفات کړو نو هم زمونږ طرف ته دَ دوی واپسی ده بیا الله ګواه دے پهٔ هغه کارونو چې دوی کؤل۔ ف۷۱
ف۷۱: یعنی مونږ چې کفارو ته دَ سزا ورکؤلو اؤ دَ اسلام غالب کؤلو کومې وعدې کړی دی نو پهٔ هغو کښې به ځنې وعدې تر څهٔ حده دَ ستا پهٔ ژوند کښې پوره شی لکه دَ بدر پهٔ موقع چې څرګنده شوه۔ یا کهٔ دَ هغې وخت راتلو نه مخکښې تهٔ وفات شوې نو ستا پهٔ مخکښې به پوره شی۔ لېکن دَ الله وعدې به ضرور ټولې پوره کیږی کهٔ ستا پهٔ ژوند نهٔ وی نو تا نه پس به پوره شی۔ اؤ کهٔ دَ څهٔ مصلحت پهٔ وجه کفارو ته پهٔ دنیا کښې سزا ورنهٔ کړې شی نو آخرت کښې به ورکړې شی ، بچ کېدے نهٔ شی هم زمونږ طرف ته به راځی اؤ ټول اعمال به ېٔ مونږ ته پېش کیږی۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ اسلام غلبه څهٔ دَ حضورﷺ پهٔ ژوند وشوه اؤ څهٔ بیا دَ هغوی دَ وفات نه پس دَ خلفاؤ پهٔ لاس وشوه۔ ګویا نَتَوَفَّیَنَّكَ کښې دې ته اشاره ده۔ والله اعلم
وَ لِكُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلٌ١ۚ فَاِذَا جَآءَ رَسُوْلُهُمْ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۴۷
اؤ دَ هر امت دپاره یو رسول دے۔ کله چې به راغې دوی ته خپل رسول نو فیصله به کړی شوی دَ دوی ترمینځه پهٔ انصاف سره ، اؤ پهٔ دوی ظلم نهٔ کیږی۔ ف۷۲
ف۷۲: اول دَ دې اُمت اؤ دَ رسولﷺ ذکر وشو، اوس دَ نورو قومونو اؤ دَ هغوی دَ رسولانو ذکر شروع کیږی اؤ یوه عامه قاعده بیانیږی چې ټولو قومونو ته مونږ پېغمبران راستؤلی دی چې دَ الله احکام ورته بیان کړی چې دَ الله حجّت پوره شی۔ دَ اتمامِ حجّت نه مخکښې الله پاک چا ته سزا نهٔ ورکوی۔ کهٔ خلق هر څنګه عمل چې کوی ، خو سزا دَ رسولﷺ راتلو اؤ خبر ورکؤلو نه پس ورکؤلے شی۔ دَ خبر ورکؤلو اؤ جرم ثابتؤلو نه بغیر الله پاک چا ته سزا نهٔ ورکوی۔ دَ قیامت پهٔ ورځ به هم باقاعده مقدمه پېش کیږی۔ فردِ جرم به لګؤلے شی۔ ګواهان به پېش کیږی دَ هر قوم سره به دَ هغوی پېغمبران موجود وی دَ بیانونو اخستو اؤ اثبات ثبوت نه پس نه به پوره پوره پهٔ انصاف سره فیصله کیږی۔ وَ اَشْرَقَتِ الْاَرْضُ بِنُوْرِ رَبِّهَا وَ وُضِعَ الْکِتَابُ وَ جِیْٓءَ بِالنَّبِیّٖنَ وَ اشُّهَدَآءِ وَ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۔ (سوره زمر، رکوع ۷)
(اؤ زمکه به دَ خپل رب پهٔ نور روښانه شی۔ کتاب به راؤړې شی نبیان اؤ ګواهان به حاضر شی اؤ دَ دوی ترمینځه به پهٔ انصاف فیصله وشی اؤ پهٔ دوی به هېڅ زیاتے نهٔ کیږی) مجاهدؒ وغېره دا آیت دَ قیامت پهٔ حالاتو کښې بیان کړے دے۔
وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۴۸
اؤ دوی وائی ، کله به وی هغه وعده کهٔ تهٔ رښتونې ئ ف۷۳
ف۷۳: یعنی تهٔ چې پهٔ مونږ دَ عذاب راتلو کومې دپکې کوے دا ټولې دروغ دی۔ کهٔ رښتیا وی نو دا عذاب راؤلے ولې نه؟ آخر دا وعده به کله پوره کیږی؟
قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِیْ ضَرًّا وَّ لَا نَفْعًا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ١ؕ لِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ١ؕ اِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ فَلَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّ لَا یَسْتَقْدِمُوْنَ۝۴۹
ورته ووایه زهٔ مالک نهٔ یم دَ خپل ځان دپاره دَ بدیٔ ا ؤ نهٔ دَ ښېګړې۔ مګر څهٔ چې غواړی الله دَ هر یو امت دپاره یوه نېټه ده۔ کله چې راشی دَ هغوی نېټه۔ نو بیا نهٔ وروستو تلې شی یو ساعت اؤ نهٔ وړاندې تلې شی۔ ف۷۴
ف۷۴: یعنی عذاب راوستل دَ الله اختیار دے زما پکښې څهٔ اختیار نشته۔ زهٔ خو خپل ځان ته هم صرف دغه هومره نفع رسؤلے شم څومره چې الله غواړی نو بیا بل چا ته دَ نفعې یا نقصان اختیار ما سره چرته دے۔ دَ هر قوم دپاره خپله نېټه وی اؤ دَ هغې نېټې میعاد الله ته معلوم دے۔ کله چې هغه وخت پوره شی نو دَ هغې نه یو منټ نهٔ مخکښې کېدے شی اؤ نهٔ وروستو کېدے شی۔
(زمخشریؒ لیکلی دی چې دا وړاندې وروستو نهٔ کېدل کنایه ده دَ دې نه چې عذاب به بالکل پهٔ صحیح نېټه ضرور راځی اؤ پهٔ کنایه کښې بیا دَ حقیقی وړاندې وروستو کېدو دَ معنٰی نفی یا اسباط هېڅ اعتبار نهٔ وی۔
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُهٗ بَیَاتًا اَوْ نَهَارًا مَّا ذَا یَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُوْنَ۝۵۰
تهٔ ورته ووایه تاسو وخو ګوریٔ کهٔ راشی پهٔ تاسو عذاب دَ شپې یا دَ ورځې ، نو څهٔ به وکړې شی دَ هغې نه مخکښې ګناهګار۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی دَ شپې پهٔ خوب کښې یا دَ ورځې چې خپلو کارونو کښې مشغول ویٔ کهٔ ناڅاپه دَ الله عذاب راشی نو مجرمان به ترېنه ځان څنګه بچ کړی۔ چې ځان بچ کؤلے نهٔ شی نو بیا دَ وخت معلومؤلو ېٔ څهٔ فائده ده۔ مترجمؒ دا ترجمه دَ حضرت شاه صاحب دَ طبیعت مطابق کړے ده۔ ګنی عامو مفسرانو خو ېٔ دا ترجمه کړے ده چې دَ الله عذاب کوم داسې دَ خوشحالیٔ خبره ده چې دَ ستاسو ورته داسې تلوار ده (یعنی ولې تاسو دَ عذاب دَ راتلو دپاره داسې جلدی کویٔ دا څهٔ دَ خوشحالیٔ شے دے؟) یا دا مطلب دے چې دَ تعجب خبره ده چې دې مجرمانو دَ داسې سخت عذاب دپاره داسې شور جوړ کړے دے۔ پکار خو دا ده چې مجرمان دَ عذاب دَ تصوّر نه پهٔ رپېدو شوی وې اؤ دَ ویرې مړهٔ وې۔
(دا تمنّا ېٔ کؤلے چې را دې نهٔ شی۔ نهٔ دا چې ژر دې راشی)
اَثُمَّ اِذَا مَا وَقَعَ اٰمَنْتُمْ بِهٖ١ؕ آٰلْـٰٔنَ وَ قَدْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ۝۵۱
ښه نو چې کله درباندې عذاب راشی نو هله به پرې یقین کویٔ۔ اوس پوهه شویٔ تاسو خو دا پهٔ خپله غوښتو۔ ف۷۶
ف۷۶: یعنی دوی دَ عذاب دپاره جلدی ځکه کوی چې دَ دوی پرې یقین نشته۔ کهٔ یقین ېٔ پرې کړے وې نو فائده به ورته شوے وه چې توبه ېٔ وېستې وې اؤ ځان ېٔ دَ عذاب نه بچ کړے وې۔ دَ عذاب دَ لیدو نه پس کهٔ پرې یقین وکړی نو څهٔ خیر ېٔ دے ، هغه وخت به ورته دَ الله دَ طرف نه ووئیلی شی چې ښه اوس پرې یقین کویٔ مخکښې مو دروغ ګڼلو اؤ خندا مو کوله۔ اوس یقین هېڅ فائده نهٔ درکوی۔ فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوْٓا اٰمَنَّا بِاللہِ وَحْدَہٗ وَ کَفَرْنَا بِمَا کُنَّا بِهٖ مُشْرِکِیْنَ۝ فَلَمْ یَكُ یَنْفَعُهُمْ اِیْمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْ بَاْسَنَاؕ سُنَّةَ اللہِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ فِیْ عِبَادِهٖ وَ خَسِرَ هُنَالِكَ الْکَافِرُوْنَ۝ (سوره المؤمن ، رکوع۹)
(کله چې زمونږ سختی ووینی وائی به مونږ ایمان راؤړو پهٔ یو الله باندې اؤ انکار کوؤ دَ هغې نه چې مونږ ورسره شریکؤل نو فائده به نهٔ ورکوی دوی ته ایمان دَ سختیٔ لیدو نه پس، دَ الله قانون دے بندګانو دپاره پخوا راسې نو دلته تباه شو کافران)
ثُمَّ قِیْلَ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذُوْقُوْا عَذَابَ الْخُلْدِ١ۚ هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ۝۵۲
بیا به وئیلی شی ظالمانو ته ، څکیٔ عذاب همېشه۔ تاسو ته هم هغه بدله درکؤلے شی کومه چې تاسو ګټلی۔ ف۷۷
ف۷۷: چې پهٔ دنیا کښې مو شرک اؤ کفر اؤ تکذیب کؤلو نو اوس ېٔ تل عمری دَ عذاب مزه څکیٔ ۔ دا به ورته دَ قیامت پهٔ ورځ وئیلی شی۔
وَ یَسْتَنْۢبِـُٔوْنَكَ اَحَقٌّ هُوَ١ؔؕ قُلْ اِیْ وَ رَبِّیْۤ اِنَّهٗ لَحَقٌّ١ؔؕۚ وَ مَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ۠۝۵۳
اؤ ستا نه تپوس کوی چې آیا دا خبره رښتیا ده۔ ورته ووایه چې اؤ ، اؤ پهٔ خپل رب مې دې قسم وی چې رښتیا ده ، اؤ تاسو الله ستړے کؤلے نهٔ شیٔ۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی دوی پهٔ تعجب سره دا تپوس کوی چې رښتیا به مونږ دَ مرګ نه پس بیا ژوندی کیږو اؤ دَ اعمالو بدله به راکؤلے شی۔ آیا دَ خاورې کېدو نه پس به مونږ بیا ژوندی کیږو۔ تهٔ ورته ووایه چې یقینًا به داسې کیږی۔ کوم الله چې دَ نشت نه شته کړی ییٔ اؤ وړومبی ځل ېٔ پیدا کړی ییٔ۔ هغه بنیادم خاورې کېدو نه پس بیا ژوندی کیږو۔ تهٔ ورته وویه چې یقینًا به داسې کیږی کوم الله چې دَ نیشت نه ستهٔ کړی ییٔ اؤ وړومبی ځل ېٔ پیدا کړی ییٔ هغه بنیادم خاورې کېدو نه پس بیا هم ژوندی کؤلے شی خلاصې مو نشته دَ هغهٔ نه چرته تښتېدې نهٔ شیٔ۔
فائده: دَ دې آیت پهٔ شان دوه آیتونه نور دی۔ قرآن کریم کښې یو سورتِ سؔبا کښې دے۔ وَ قَالَ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا لَا تَأْتِیْنَا السَّاعَةَ قُلْ بَلٰی وَ رَبِّیْ لَیَأْتِیَنَّکُمْ (اؤ کافران وائی چې قیامت به نهٔ راځی، تهٔ ورته ووایه پهٔ رب مې دې قسم وی ضرور به راځی) بل پهٔ سورت تغابؔن کښې دے زَعَمَ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا اَنْ لَّنْ یُّبْعَثُوْا قُلْ بَلٰی وَ رَبِّیْ لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّئُنَّ بَمَا عَمِلْتُمْ وَ ذٰلِكَ عَلَی اللہِ یَسِیْر۝ (دَ کافرانو دا خیال دے چې مونږ به دوباره نهٔ ژوندی کیږو۔ تهٔ ورته ووایه پهٔ رب مې دې قسم وی ضرور به دوباره ژوندی کؤلے شیٔ بیا به دَ خپلو عملونو خبر درکؤلے شی اؤ دا کار خو الله ته ډېر اسان دے) دا دواړه آیتونه دَ دوباره ژوند متعلق دی نو ځکه حافظ ابن کثیرؒ دا آیت هم دَ دوباره ژوند پهٔ حق کښې اخستې دے۔
وَ لَوْ اَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِی الْاَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهٖ١ؕ وَ اَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ١ۚ وَ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۵۴
اؤ کهٔ وی دَ هر ګناهګار سړی سره دَ دنیا ټول مال دولت نو ټول به دَ ځان پهٔ فدیه کښې ورکړی۔ ف۷۹ اؤ پټ پټ به پښېمانه کیږی کله چې وینی عذاب۔ اؤ فیصله به وشی دَ دوی ترمینځه پهٔ انصاف سره اؤ پهٔ دوی به ظلم نهٔ کیږی۔ ف۸۰
ف۷۹: یعنی فرض کړیٔ کهٔ دَ ټولې دنیا خزانې دَ یو مجرم سره وی نو هغه به دا کوشش کوی چې کهٔ دا ټولې خزانې مې ورکړې خو چې دَ عذاب نه خلاص شم۔
ف۸۰: پهٔ زړهٔ کښې به پهٔ خپلو کارونو پښېمانه وی خو دَ خلقو نه به ېٔ پټوی خو آخر تر کومې ، آخر به ېٔ بې اختیاره اظهار وکړی وائی به یٰحَسْرَتٰی عَلٰی مَا فَرَّطْنَا فِیْ جَنْبِ اللہِ اؤ یَا وَیْلَنَا قَدْ کُنَّا فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ ھٰذَا (هائے افسوس دے چې مونږ تقصیر کړے دے دَ الله دَ جانبه پهٔ احکامو کښې)
اؤ وائی به (هائے افسوس دے مونږ خو دَ دې واقعاتو نه سخت پهٔ غفلت کښې وو)
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۵۵
واؤریٔ هم دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې دی یاد لریٔ چې دَ الله وعده رښتونې ده، ف۸۱ لېکن ډېر خلق نهٔ پوهیږی۔ ف۸۲
ف۸۱: یعنی پهٔ ټول جهان حکومت یواځې دَ الله تعالیٰ دے هغه به انصاف کوی یو مجرم نهٔ چرته تښتېدې شی اؤ نهٔ پهٔ رشوت ځان خلاصؤلے شی۔
ف۸۲: یعنی دَ غفلت اؤ سوچ نهٔ کؤلو پهٔ وجه اکثر خلق پهٔ دې حقیقت نهٔ پوهیږی چې څهٔ ېٔ پهٔ خلهٔ راځی هغه وائی اؤ چې څهٔ ېٔ زړهٔ غواړی هغه کوی۔
هُوَ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ وَ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۝۵۶
هم هغه ژوند ورکوی اؤ هغه ېٔ وژنی اؤ هم دَ هغهٔ طرف ته به واپس کېږیٔ۔ ف۸۳
ف۸۳: ژوندی کؤل اؤ وژل چې دَ هغهٔ کار دے نو بیا دوباره ژوندی کؤل ورته څهٔ ګران دی (یو شے دوباره جوړؤل خو دَ وړومبی ځل جوړؤلو نه آسان وی)
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَّوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ شِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوْرِ١ۙ۬ وَ هُدًی وَّ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ۝۵۷
اے خلقو راغلو تاسو ته نصیحت ستاسو دَ رب له طرفه اؤ شفاء دَ زړونو دَ مرض دپاره۔ اؤ هدایت اؤ رحمت دَ ایماندارو دپاره۔ ف۸۴
ف۸۴: دا ټول صفتونه دَ قرآن کریم دی۔ قرآن کریم دَ اول نه تر آخره نصیحت دے چې خلق دَ هلاکت اؤ تباهیٔ کارونو نه منع کوی۔ دَ زړونو دَ بیماریٔ دپاره دَ شفاء ذریعه ده۔ الله پاک ته نژدے کېدو اؤ دَ هغهٔ دَ رضا حاصلؤلو لار ښئی اؤ خپل منونکے پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې دَ الله تعالیٰ دَ رحمت حقدار کوی۔ دَ ځنو محقیقانو پهٔ خیال دې آیت کښې دَ نفسِ انسانی دَ کمال مرتبو ته اشاره ده یعنی څوک چې پهٔ قرآن پاک عمل کوی هغه دا مرتبې حاصلؤلے شی (۱) خپل ظاهر دَ ناکاره کارونو نه پاکؤل (پهٔ لفظ موعظ کښې دې ته اشاره ده) (۲) باطن دَ خرابو عقیدو اؤ ناکاره عادتونو نه پاکؤل (شِفَاءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوْرِ کښې دې ته اشاره ده) (۳) نفس پهٔ حق عقیدو اؤ بهترینو اخلاقو ښائسته کؤل (لفظ هُدٰی کښې دې ته اشاره ده) (۴) دَ ظاهر اؤ باطن دواړو دَ صفائی نه پس دَ الله دَ رحمت انوار پهٔ نفس باندې خورېدل (چې دَ لفظ رحمت مدلول دے) دَ امام رازیؒ دَ تقریر مطابق پهٔ دې څلورو الفاظو کښې شریعت ، طریقت ، حقیقت اؤ خلافت ته اشاره ده۔ دلته دَ دې نه دَ زیات تفصیل ګنجائش نشته اؤ نهٔ دا قسم مضامین دَ خالص تفسیر پهٔ مد کښې راځی۔
قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَ بِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْا١ؕ هُوَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ۝۵۸
ورته ووایه دَ الله پهٔ فضل اؤ دَ هغهٔ پهٔ رحمت اؤ هم پهٔ دغه باندې خوشحالی پکار ده، ف۸۵ دا بهتر دے دَ هغه ټولو څیزونو چې دوی ېٔ جمع کوی۔ ف۸۶
ف۸۵: فَرَح یعنی خوشحالی ښهٔ هم ده اؤ بده هم۔ پهٔ یو نعمت باندې پهٔ دې حیثیت خوشحالی کؤل چې دَ الله پاک فضل پرې وشو قابلِ تعریف ده لکه څنګه چې دلته وئیلی شوی دی چې پهٔ دې باندې خوشحالی پکار ده۔ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْا۔ اؤ دَ دنیا پهٔ څیزونو خوشحالی اؤ فخر کؤل پهٔ دې خیال چې دا مونږ پهٔ خپل قابلیت حاصل کړی دی مذموم (بد کار دے) قارون به دَ خپل مال دولت پهٔ حق کښې وې اِنَّمَآ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ عِنْدِیْ (دا مال ماته دَ خپل لیاقت پهٔ وجه راکړې شوے دے) نو دَ دې پهٔ حق کښې حکم دے۔ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللہَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ۝ وَابْتَغِ فِیْ مَآ اٰتَاكَ اللہُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ لدُّنْیَا الخ۔
(خوشحالی مهٔ کوه الله پاک خوشحالی کونکی نهٔ خوښوی اؤ تا ته چې الله پاک کوم مال درکړے دے دَ دې پهٔ برکت دَ آخرت کور کښې ځان ته ځائې حاصل کړه اؤ دَ دنیا پهٔ برخه آخرت مهٔ هېره وه (دا مال دَ الله پهٔ لار کښې ولګوه چې دنیا اؤ آخرت دې دواړه ښهٔ شی۔
ف۸۶: یعنی اصل څیز دَ الله پاک فضل اؤ رحم دے۔ بنیادم ته دَ دې تلاش پکار دے۔ مال دولت دَ الله دَ فضل پهٔ مقابله کښې هېڅ نهٔ دے۔
قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ لَكُمْ مِّنْ رِّزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِّنْهُ حَرَامًا وَّ حَلٰلًا١ؕ قُلْ آٰللّٰهُ اَذِنَ لَكُمْ اَمْ عَلَی اللّٰهِ تَفْتَرُوْنَ۝۵۹
ورته ووایه تاسو خو وګوریٔ چې الله تاسو ته کوم رزق راستؤلے دے۔ نو تاسو پهٔ هغې کښې ځنی حرام کړهٔ اؤ ځنې حلال۔ ورته ووایه آیا الله تاسو ته داسې حکم کړے دے ، کهٔ تاسو پهٔ الله دروغ جوړویٔ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی قرآن چې نصیحت ۔ شفاء ۔ رحمت اؤ هدایت دے۔ هم پهٔ هغې پورې نښتل پکار دی۔ دَ الله دَ احکامو معرفت اؤ دَ حلال و حرام پېژنګلی به هم پهٔ دې کویٔ۔ دا څنګه فضول کار دے چې الله پاک خو دَ ستاسو دَ فائدې دپاره تاسو ته روزی پیدا کړه۔ بیا تاسو صرف دَ خپلو وهمونو پهٔ وجه پکښې ځنی څیزونه پهٔ ځان حرام کړی دی اؤ ځنی مو حلال کړی دی۔ دَ حرمؤلو اؤ حلالؤلو حق تاسو ته چا درکړے دے؟ (دا څیزونه چې چا پیدا کړی دی دَ حرامؤلو اؤ حلالؤلو حق ېٔ هم دَ هغهٔ دے) ولې تاسو دا ثابتؤلے شیٔ چې دا تاسو چې څهٔ کویٔ دغه دَ الله حکم دے یا هسې پهٔ الله دروغ جوړویٔ؟ پهٔ مخکښې آیت کښې بیا صفا وئیلی شوی دی چې دا پهٔ الله دروغ جوړؤلو نه علاوه نور هېڅ هم نهٔ دی (نهٔ الله پاک داسې حکم کړے دے اؤ نهٔ ېٔ دَ دوی سره څهٔ ثبوت شته) کومو څیزونو ته چې دوی حلال یا حرام وې دَ هغې تفصیل مخکښې پهٔ سورتِ مائده اؤ سورتِ انعام کښې تېر شوے دے۔
وَ مَا ظَنُّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ۠۝۶۰
اؤ څهٔ خیال دے دَ هغه کسانو چې جوړوی پهٔ الله باندې دروغ دَ قیامت دَ ورځې (پهٔ حقله) ف۸۸ بېشکه الله خو ډېر مهربانه دے پهٔ خلقو باندې لېکن اکثر ناشکره دی۔ ف۸۹
ف۸۸: یعنی دا خلق دَ قیامت دَ ورځې پهٔ حقله څهٔ خیال کوی چې پهٔ دې ورځ به دوی نیولے شی پهٔ دې کارونو کهٔ نه اؤ عذاب به ورکؤلے شی کهٔ نه۔ یاد لریٔ کوم دردناک عذاب چې به دوی ته ورکؤلے شی هغه پهٔ هېڅ شان نهٔ شی منع کېدے۔
ف۸۹: یعنی الله پاک پهٔ خپل فضل دوی ته پهٔ دنیا کښې ډېر مهلت ورکوی اؤ ډېرې وړې وړې غلطیٔ ورته معاف کوی لېکن خلق چې دا نرمی ووینی نو دَ شکر ادا کؤلو پهٔ ځائې پهٔ ګناهونو نور هم زړهٔ ور شی۔ آخر ېٔ الله پاک راګېر کړی اؤ سمه سزا ورکړی :- حلم ِحق باتو موا ساھاکند : : چوں تو ازحد بگزری رسوا کند۔
وَ مَا تَكُوْنُ فِیْ شَاْنٍ وَّ مَا تَتْلُوْا مِنْهُ مِنْ قُرْاٰنٍ وَّ لَا تَعْمَلُوْنَ مِنْ عَمَلٍ اِلَّا كُنَّا عَلَیْكُمْ شُهُوْدًا اِذْ تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ١ؕ وَ مَا یَعْزُبُ عَنْ رَّبِّكَ مِنْ مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَ لَا فِی السَّمَآءِ وَ لَاۤ اَصْغَرَ مِنْ ذٰلِكَ وَ لَاۤ اَكْبَرَ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ۝۶۱
اؤ نهٔ ئې تهٔ پهٔ هېڅ حالت کښې اؤ نهٔ چې تهٔ دوی ته اوروې دَ قرآن نه څهٔ ، اؤ نهٔ تاسو څهٔ کار کویٔ مګر مونږ موجود یو تاسو سره چې تاسو پهٔ کار کښې لګیا ییٔ۔ اؤ نهٔ شی پټ پاتې کېدے ستا دَ رب نه دَ یوې ذرې برابر شے پهٔ زمکه کښې اؤ نهٔ پهٔ آسمان کښې۔ اؤ نهٔ دَ ذرې نه وړوکے شے شته اؤ نهٔ غټ۔ چې نهٔ وی پهٔ واضح کتاب کښې۔ ف۹۰
ف۹۰: اول ېٔ دَ قرآن شریف صفتونه بیان کړل چې سر تر سره نور ، هدایت ، شفاء اؤ لوئے نعمت اؤ رحمت دے خو دا خلق دَ هدایت دا رڼا پرېږدی اؤ پهٔ خپلو وهمونو پسې ګرځی اؤ پهٔ الله دروغ جوړوی۔ دَ هغهٔ دَ نعمتونو اؤ احسانونو قدر نهٔ کوی۔ پهٔ دې آیت کښې ارشاد دے چې خلق پهٔ څهٔ حال کښې دی اؤ پېغمبرﷺ پهٔ څهٔ حال کښې دے۔ هغه دَ خپل حقیقی مالک وفادار دے اؤ شپه ورځ خلقو ته نصیحت کوی اؤ دَ خلقو پهٔ همدردیٔ کښې لګیا دے ، خاص دَ قرآن کریم اورؤلو پهٔ وخت کښې چې ېٔ کوم امتیازی حالت وی اؤ دَ قرآن پهٔ ذریعه چې کوم جهاد کوی اؤ دَ خلقو پوهه کؤلو کښې چې کوم کوشش کوی دا هر څهٔ الله پاک ته معلوم دی اؤ خلق چې ورسره بیا کوم سلوک کوی پهٔ هغې هم دَ الله تعالیٰ نظر دے۔ کوم وخت چې بنیادم پهٔ څهٔ کار کښې لګیا وی دَ هغهٔ تصّور وی اؤ کهٔ نه الله پاک هغه وینی اؤ الله پاک ته ېٔ ټول حال معلوم وی پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې دَ یوې ذرې برابر یا ذرې نه وړوکے یا غټ هېڅ شے داسې نشته چې دَ الله پاک دَ محیط علم نه بهر وی۔ بلکې دَ الله پاک دَ علم نه علاوه هم دَ مَا کَانَ اؤ مَا یَکُوْنُ (څهٔ چې شوی دی اؤ څهٔ چې به تر قیامته کیږی) دَ دې ټولو تفصیلی حال پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلے پروت دے۔ کوم ته چې دَ عالمِ تدبیر دپاره صحیفهٔ علمِ الٰهی (دَ الله تعالیٰ دَ معلوماتو کتاب) وئیل پکار دی۔ نو هر کله چې دَ الله دَ علم نه یو ذره قدرې شے هم غائب نهٔ دے نو دَ دې کافرانو کارونه اؤ حالات به ترېنه څهٔ پټ شی۔ بیا دَ قیامت دَ ورځې متعلق دَ دوی څهٔ خیال دے۔ یاد لریٔ پهٔ دغه ورځ به دَ هر وړوکی اؤ غټ کار تپوس کیږی اؤ هلته به هېڅ چل ول یا رشوت وغېره نهٔ چلیږی۔ دَ هر عمل به پوره پوره سزا ورکؤلے شی۔ څنګه چې دَ دښمنانو پهٔ حال خبر دے دغه شان ورته دَ دوستانو هم هر څهٔ معلوم دی کوم چې پهٔ مخکښې آیت کښې راځی نو هغوی ته به پوره پوره جزا ورکوی۔
اَلَاۤ اِنَّ اَوْلِیَآءَ اللّٰهِ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَۚۖ۝۶۲
یاد لریٔ کوم خلق چې دوستان دی دَ الله نو نشته څهٔ ویره پهٔ هغوی اؤ نهٔ به هغوی غمژن وی۔ ف۹۱
ف۹۱: ابن کثیرؒ دَ احادیثو پهٔ بنا دَ دې دا مطلب بیان کړے دے چې دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ الله پهٔ دوستانو (اولیاء الله) دَ قیامت دَ هېبت هېڅ ویره نهٔ وی اؤ نهٔ به دَ دنیا پهٔ پاتې کېدو غمژن وی۔ ځنو مفسرینو آیت عام پریٔښې دے یعنی پهٔ دوی باندې پهٔ دنیا کښې هم خطرناک واقعات نهٔ راځی اؤ پهٔ آخرت کښې هم اؤ نهٔ به دَ څهٔ شی پهٔ نهٔ حاصلېدو غمژن کیږی یعنی دَ خوف نه دَ الله خوف اؤ دَ غم نه دَ آخرت غم مراد نهٔ دے۔ دَ دنیا دَ خوف اؤ دَ غم نفی ده۔ یعنی پهٔ دنیا کښې چې دَ دښمن دَ طرف نه څهٔ ویره یا فکر وی هغه دَ الله پهٔ دوستانو مؤمنانو نهٔ راځی۔ هر وخت دَ هغوی پهٔ الله اعتماد وی ، اؤ دا ېٔ عقیده وی چې هر کار کښې دَ الله تعالیٰ خپل حکمت وی۔ دَ دې عقیدې پهٔ وجه هغوی دَ خوف اؤ غم نه ازاد وی۔
(علامه عثمانیؒ فرمائی) چې زما پهٔ خیال دَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ مطلب دا دے چې دَ الله پهٔ دوستانو خطرناکه واقعه (هلاکت یا سخت نقصان) نهٔ پهٔ دنیا کښې راځی نهٔ پهٔ آخرت کښې۔ اؤ بالفرض کهٔ پهٔ دنیا کښې ورباندې پهٔ ظاهره څهٔ سخته راشی نو چونکې دَ هغې نتیجه دَ هغوی پهٔ حق کښې بهتره وی چې دَ اجر و ثواب موجب وی نو دا څهٔ دَ خطرې یا نقصان خبره نهٔ ده۔ پاتې شوه دا خبره کهٔ دَ څهٔ دنیاوی یا اخروی کار پهٔ سبب دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې څهٔ خوف پیدا شی نو دا دَ آیت دَ پورتنی تقریر خلاف نهٔ دے ځکه چې آیت کښې وئیلی شوی دی چې خطرناکه حادثه به پرې واقع کیږی نه۔ دا نهٔ دی وئیلی شوی چې دَ دوی پهٔ زړهٔ کښې به ېٔ ویره هم نهٔ پیدا کیږی۔ شاید چې دَ دې نکتې دپاره دَ لَا یَحْزَنُوْنَ پهٔ مقابله کښې لَا یَخَافُوْنَ نهٔ دے وئیلے شوے لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وئیلے شوے دے۔ باقی دَ لَا یَحْزَنُوْنَ متعلق زما خیال دا دے چې دا دَ مستقبل دپاره دے یعنی دَ مرګ پهٔ وخت کښې یا دَ مرګ نه پس به نهٔ غمژن کیږی لکه چې وئیلی شوی دی۔ تَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰئِکَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا (حٰمٓ السجده ، رکوع۴)
اؤ بل ځائې کښې فرمائی لَا یَحْزَنُهُمُ الْفَزَعُ الْاَکْبَرُ وَ تَتَلَقَّا هُمُ الْمَلآئِکَةُ (الانبیاء ، رکوع۷)
وَ اللہ تعالیٰ اعلم بمرادہٖ ۔
الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ كَانُوْا یَتَّقُوْنَؕ۝۶۳
هغه خلق چې ایمان ېٔ راؤړے اؤ دَ الله نه ویره کوی۔ ف۹۲
ف۹۲: دا دَ اولیاء الله تعریف دے یعنی پرهېزګار مؤمنان دَ الله دوستان دی۔ مخکښې ډېرو ځایونو کښې واضح شوی دی چې دَ تقویٰ ګڼې مرتبې دی۔ نو پهٔ څومره درجه کښې چې تقویٰ وی پهٔ هغه مرتبه کښې به ېٔ دَ الله دوستی وی۔ نو بیا لکه څنګه چې لس شل روپۍ هم مال دے اؤ زر دوه زره اؤ لکونه هم مال دے خو دَ لسو شلو روپو مالک ته پهٔ عامه اصطلاح کښې مالدار نهٔ شی وئیلے۔ مالدار هغهٔ ته وائی چې ورسره ښهٔ کافی دولت وی۔ دغه شان تقویٰ اؤ ایمان پهٔ هره درجه کښې چې وی دَ الله دَ دوستیٔ یوه حصه ده۔ پهٔ دې معنیٰ هر مسلمان دَ الله دوست اؤ ولی دے۔ لېکن پهٔ عرف کښې ولی هغهٔ ته وئیلی شی چې پهٔ تقویٰ اؤ ایمان کښې یو خاصه امتیازی درجه لری۔ کمال ته رسېدلے وی۔ پهٔ احادیثو کښې دَ ولایت یو څو عامې علامې ښیٔلی شوی دی۔ مثلًا هغهٔ ته پهٔ کتو دَ بنده الله یاد شی یا دَ الله دَ مخلوق سره دَ هغهٔ ډېره مینه وی۔ پوهه خلقو دَ خپل طبیعت مطابق دَ ولی ګڼ تعریفونه کړی دی، دَ ټول تفصیل دلته موقع نهٔ ده۔
لَهُمُ الْبُشْرٰی فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ فِی الْاٰخِرَةِ١ؕ لَا تَبْدِیْلَ لِكَلِمٰتِ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُؕ۝۶۴
هغوی دپاره خوشخبری ده دَ دنیا پهٔ ژوند کښې اؤ پهٔ آخرت کښې ف۹۳ دَ الله خبرې نهٔ بدلیږی۔ ف۹۴ هم دغه لویه کامیابی ده۔
ف۹۳: دَ اولياء الله دپاره ډېرې خوشخبریٔ دی۔
(۱) الله پاک دَ نبیانو پهٔ خلهٔ دَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝ زېرے ورکړے دے۔
(۲) فرښتې به دَ مرګ پهٔ وخت دَ جنّت زېرے ورکوی۔ اَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ کُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ (حٰم السجده، رکوع۴)
(۳) رښتیا اؤ بختور خوبونه ډېر وینی یا ېٔ نور نيک بندګان دَ هغوی پهٔ حق کښې وینی کوم چې دَ حدیث دَ الفاظو مطابق دَ نبوّت دَ شپږ څلوېښت اجزاؤ نه یو جز دے۔
(۴) دَ هغوی پهٔ کارونو کښې دَ الله پاک دَ طرف نه خاص امداد اؤ برکت وی۔
(۵) پهٔ خلقو کښې مقبول وی اؤ خلق ېٔ صفتونه کوی۔ دا ټولې خبرې دَ دنیاوی ژوند پهٔ خوشخبریو کښې راځی۔ لېکن اکثرو روایتونو کښې وَ لَهُمُ الْبُشْرٰی فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا تفسیر پهٔ رؤیائے صالحه (پاکو خوبونو ) شوے دے۔ باقی دَ آخرت خوشخبری خپله پهٔ قرآن کښې واضحه ده۔ بُشْرٰی لَکُمُ الْیَوْمَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهَار۔
اؤ پهٔ احادیثو کښې ېٔ هم دغه تفسیر راغلے دے۔
ف۹۴: یعنی دَ الله پاک وعدې اؤ دَ هغهٔ خبرې ټولې پخې اؤ نهٔ بدلېدونکے دی۔ کوم زیری چې ورکړی شوی دی دا به ضرور پوره کیږی۔
وَ لَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ١ۘ اِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا١ؕ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۶۵
اؤ تهٔ مهٔ خفه کېږه دَ دوی پهٔ خبرو ، بېشکه غلبه ټوله الله لره ده۔ هغه هر څهٔ اوری پهٔ هر څهٔ ف۹۵ ښهٔ پوهه دے۔
ف۹۵: مخکښې نه دَ دښمنانو بیان راتلو، دَ هغې پهٔ مقابله کښې دَ دوستانو حال بیان شو اؤ هغوی ته پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې دَ خوشحالیٔ زېرے ورکړې شو۔ اوس حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکؤلے شی چې دَ دې کم عقلو پهٔ خبرو ځان مهٔ خفه کوه ، غلبه اؤ طاقت خو ټول دَ الله پهٔ لاس کښې دے، هغه به مؤمنان غالب اؤ دښمنان مغلوب کړی، هغه دَ دوی ټولې خبرې اوری اؤ ټول حال ورته معلوم دے۔
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ مَا یَتَّبِعُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُرَكَآءَ١ؕ اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَ اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ۝۶۶
یاد لریٔ دا ټول دَ الله دی څوک چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څوک چې پهٔ زمکه دی۔ اؤ دا کوم خلق چې دَ الله نه سوا نورو شریکانو ته آوازونه کوی۔ دوی هېڅ نهٔ کوی مګر تابعداری کوی دَ خپل خیال۔ اؤ هېڅ هم نهٔ دی خو اټکلونه جنګوی۔ ف۹۶
ف۹۶: یعنی پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې بادشاهی یواځې دَ الله ده۔ پېریان اؤ بنیادم ټول دَ هغهٔ مخلوق اؤ مملوک دی۔ مشرکان چې نور خلق پهٔ الله بلی اؤ دَ الله سره ېٔ پهٔ خداییٔ کښې شریکوی، دا هسې اټکل اؤ فضول خیالات دی هېڅ حقیقت ېٔ نشته۔ بې دلیله دَ وهمونو پهٔ تیرو کښې ټکرې خوری۔
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَ النَّهَارَ مُبْصِرًا١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ۝۶۷
هم هغه دے چې جوړه کړے ېٔ ده تاسو دپاره شپه چې آرام پکښې وکړیٔ۔ اؤ جوړه ېٔ کړه ورځ ورښانه۔ بېشکه دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې اوری۔ ف۹۷
ف۹۷: دَ شپې ورځې اؤ رڼا تیرې پیدا کؤنکے هم هغه الله دے۔ دَ دې نه دَ خیر و شر اؤ نور مقابل څیزونو اندازه واخلیٔ چې دَ ټولو پیدا کؤنکے یو الله دے۔ پهٔ دې کښې دَ مجوسو دَ عقیدې رد وشو چې هغوی دَ خیر دپاره بیل اؤ دَ شر دپاره بیل خدائې منی۔ اؤ دې طرف ته هم اشاره وشوه چې څنګه دَ شپې پهٔ تیارهٔ پسې دَ ورځې رڼا راشی اؤ دَ ورځې پهٔ رڼا کښې هغه ټول څیزونه ښکاره شی کوم چې تیرې پټ کړی وو۔ دغه شان به دَ قرآن پاک رڼا دَ کفر دَ وهمونو تیرې لرې کړی اؤ الله تعالیٰ ته دَ نزدیکت لار به خلقو ته صفا ښکاره شی اؤ دَ اسلام نور به پهٔ ملک کښې خور شی۔
قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ١ؕ هُوَ الْغَنِیُّ١ؕ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ اِنْ عِنْدَكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍۭ بِهٰذَا١ؕ اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۶۸
دوی وائی نیولے دے الله ځوئے۔ الله (دَ دې خبرو نه) پاک دے۔ هغه بې پرواه دے۔ هم دَ هغهٔ دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی نشته تاسو سره څهٔ دلیل دَ دې خبرې۔ ولې دروغ جوړویٔ پهٔ الله داسې خبرې چې تاسو ترې خبر نهٔ ییٔ۔ ف۹۸
ف۹۸: پهٔ دې کښې دَ عیسایانو دَ عقیدې رد دے چې هغوی عیسٰیؑ ته دَ الله ځوئے وئیلو۔ دَ سوچ کؤلو خبره دا ده چې کهٔ هغوی واقعی مسیحؑ ته دَ الله پاک خپل صلبی ځوئے وائی نو دَ دې نه غټه دَ بې ادبئ خبره بله نشته۔ دا خو څرګنده خبره ده چې الله پاک دَ ښځې اؤ دَ اولاد دَ تعلق نه پاک دے۔ اؤ کهٔ متبنّٰی ورته وائی نو ښه الله پاک ته دَ دې څهٔ ضرورت وهٔ چې یو مخلوق خپل متبنّٰی کړی۔ آیا دَ الله تعالیٰ سره (نغوذ بالله) دا غم وهٔ چې ځوئے مې نشته نو زما نه پس به دَ خدائې وارث څوک وی؟ اؤ کهٔ دا چې پهٔ بوډا توب کمزوریٔ کښې به مې امداد څوک کوی (نغوذ بالله) الله پاک خو دَ دې ټولو خبرو نه بې نیازه دے۔ ټول مخلوق هغهٔ ته محتاج دے۔ دَ هغهٔ ښځې یا اولاد یا بل هېچا ته څهٔ احتیاج نشته۔ ټول مخلوق دَ هغهٔ مملوک دے۔ بیا دَ خالق اؤ مخلوق اؤ مالک اؤ مملوک پهٔ مينځ کښې دَ خپلویٔ تعلق دَ کوم ځائې نه راغلو۔ الله پاک دَ ټولو نسبی رشتو نه پاک دے۔ داسې خبرې دروغ اؤ خالص جهل دے۔
قُلْ اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَؕ۝۶۹
تهٔ ورته ووایه کوم خلق چې پهٔ الله دروغ جوړوی هغوی خلاصېدې نهٔ شی۔
مَتَاعٌ فِی الدُّنْیَا ثُمَّ اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِیْقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِیْدَ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ۠۝۷۰
لږه فائده اخستل دی دَ دنیا نه، بیا به هم زمونږ طرف ته راواپس کیږی، بیا مونږ به ورته خوند وښایو دَ سخت عذاب، دَ دوی دَ کفر پهٔ بدل کښې۔ ف۹۹
ف۹۹: یعنی څوک چې پهٔ الله دروغ جوړوی کهٔ پهٔ دنیا کښې هر څومره طاقتور اؤ پهٔ خپل مال و دولت غاوره وی خو دَ هغوی پهٔ نصیب کښې اصلی کامیابی نشته۔ دَ دنیا څو ورځې ژوند کښې دې مزې وکړی۔ آخر به یوه ورځ دَ الله مخکښې حاضریږی اؤ دَ دې عملونو پهٔ بدله کښې به دَ تل عمری عذاب سزا مومی۔
وَ اتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ نُوْحٍ١ۘ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَیْكُمْ مَّقَامِیْ وَ تَذْكِیْرِیْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَعَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْتُ فَاَجْمِعُوْۤا اَمْرَكُمْ وَ شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا یَكُنْ اَمْرُكُمْ عَلَیْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوْۤا اِلَیَّ وَ لَا تُنْظِرُوْنِ۝۷۱
اؤ واؤروه دوی ته حال دَ نوحؑ۔ ف۱۰۰ کله چې هغهٔ ووېٔ خپل قوم ته۔ اے قومه کهٔ ګران وی پهٔ تاسو زما استوګه اؤ زما نصیحت کؤل دَ الله پهٔ آیتونو نو زما خو پهٔ الله اعتماد دے۔ نو تاسو ټول پهٔ جمع فیصله وکړیٔ اؤ شریکان هم راجمع کړیٔ چې پاتې نهٔ شی ستاسو پهٔ کار کښې څهٔ شک۔ بیا ما سره وکړیٔ۔ (څهٔ چې کویٔ) اؤ هېڅ مهلت مهٔ راکویٔ۔ ف۱۰۱
ف۱۰۰: یعنی دَ مکّې خلقو ته دَ نوحؑ دَ قوم حال واؤروه چې ورته پته ولګی چې دَ مکذّبینو انجام څهٔ وی۔ څو ورځې دې ټوپونه ووهی۔ انجام ېٔ هلاکت اؤ تباهی ده۔ دَ مکّې خلقو ته پکار دی چې دَ نوحؑ دَ قوم نه عبرت واخلی کهٔ دوی دَ پېغمبرﷺ دَ مخالفت نه نهٔ اوړی نو دَ دوی به هم دَ هغو پهٔ شان حال شی۔
اؤ دَ دې واقعې پهٔ بیانؤلو کښې څنګه چې دَ مکّې خلقو ته عبرت دے، دغسې حضور اکرمﷺ ته ورکښې تسلّی هم ده چې تهٔ دَ دوی پهٔ شرارت اؤ مخالفت خفه کېږه مه۔ هر نبی سره دَ خپل قوم دغسې مخالفت راغلے دے اؤ پهٔ آخر کښې حق غالب شوے دے اؤ دښمنان ېٔ تباه شوی دی، عامو خلقو ته هم دَ دې واقعاتو داسې پهٔ تفصیل سره صحیح صحیح بیانؤلو کښې یو سبق دے چې حضور اکرمﷺ چې اُمّی وهٔ ظاهری تعلیم ېٔ نهٔ وهٔ کړے زاړه تاریخی واقعات څنګه صحیح اؤ پاخهٔ بیانوی چې پهٔ ظاهره بغېر دَ ډېر تعلیم اؤ تاریخی کتابونو وئیلو نه نهٔ شی حاصلېدې۔ ضرور به دا منلے شی چې دَ حضور اکرمﷺ استاد څوک بنیادم نهٔ وهٔ بلکې دَ ټولو بنیادمو پیدا کؤنکے اؤ عالمِ کُل دے۔ دا هم دَ حضور اکرمﷺ دَ صداقت یو مضبوط دلیل دے۔
ف۱۰۱: یعنی ستاسو دَ خوښیٔ یا ناخوښیٔ اؤ پهٔ تائید یا مخالفت زما هېڅ پروا نشته۔ زما اعتماد صرف پهٔ یو ذات دے۔ کهٔ تاسو زما خبره منیٔ اؤ کهٔ نهٔ منیٔ زهٔ به خپل فرض پوره کوم کهٔ تاسو پرې بد ګڼیٔ اؤ زما مخالفت کویٔ نو پهٔ دې زما اراده کښې څهٔ فرق نهٔ شی راتلې څهٔ چې تاسو کؤلے شیٔ بېشکه کویٔ۔ زما خلاف ټول پهٔ جمع تجویزونه پاس کړیٔ۔ دَ خپلو ملګریو اؤ فرضی خدایانو سره هم پکښې صلاح وکړیٔ اؤ ښهٔ غور پرې وکړیٔ اؤ ما ته یو منټ هم مهلت مهٔ راکویٔ بیا وګوریٔ چې دَ یو پېغمبر دَ استقامت اؤ توکّل غر دَ ټولې دنیا طاقت څنګه ټوکړې ټوکړې کوی۔
فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَمَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ١ؕ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ١ۙ وَ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ۝۷۲
بیا کهٔ تاسو مخ اړویٔ نو ما ستاسو نه څهٔ مزدوری نهٔ ده غوښتې۔ زما مزدوری خو پهٔ الله ده اؤ ما ته حکم شوے چې وسم فرمانبردار۔ ف۱۰۲
ف۱۰۲: یعنی ستاسو پهٔ مقابله کښې مې نهٔ دَ بدن پهٔ تکلیف څهٔ پروا شته، نهٔ دَ مال پهٔ تاوان۔ ځکه چې ما دَ تبلیغ اؤ خدمتِ خلق پهٔ بدل کښې دَ تاسو نه څهٔ مزدوری نهٔ ده غوښتې۔ تاسو ما ته څهٔ تنخواه نهٔ راکویٔ چې هغه به راباندې بنده کړیٔ۔ زهٔ خو دا هر څهٔ دَ الله پهٔ حکم اؤ دَ هغهٔ دَ رضا دپاره کوم ، زما دَ خدمت بدله دَ هغهٔ پهٔ ذمه ده اؤ چې دَ هغهٔ خدمت بې خوف و خطر ښهٔ پهٔ تابعداریٔ سره کوم نو دا ممکنه نهٔ ده چې هغه پهٔ ما باندې فضل و کرم ونهٔ کړی۔ هغه به ضرور خپل تابعدار ته کامیابی ورکوی۔
فَكَذَّبُوْهُ فَنَجَّیْنٰهُ وَ مَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَ جَعَلْنٰهُمْ خَلٰٓىِٕفَ وَ اَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا١ۚ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ۝۷۳
نو هغوی دروغژن وګڼلو ، نو مونږ بچ کړو هغه اؤ دَ هغهٔ ملګری پهٔ کشتۍ کښې۔ اؤ هغوی مو پهٔ زمکه آباد کړل اؤ غړق مو کړل هغه خلق چې دروغ ېٔ ګڼل زمونږ آیتونه۔ نو وګوره چې څهٔ انجام شو دَ هغه کسانو چې ویرؤلی شوی وو۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: یعنی دَ چا کهٔ دَ زړهٔ سترګې وی نو ودې ګوری چې دَ منکرانو انجام څهٔ شو؟ نوحؑ هغوی ته سوونه کاله نصیحت وکړو پهٔ ښهٔ بد ېٔ ښهٔ پوهه کړل خو چې پهٔ هغوی څهٔ اثر نهٔ کېدو نو آخر ورباندې الله پاک طوفان راوستو ټول پکښې غرق شول صرف نوحؑ دَ یو څو مسلمانانو سره پهٔ کشتۍ کښې بچ شو اؤ هم دَ دغه څو کسو نه دَ زمکې پهٔ مخ بیا دَ بنیادمو نسل خور شو (ځکه نوحؑ ته آدمِ ثانی هم وائی) دَ نوحؑ څهٔ قصّه پهٔ سورتِ اعراف کښې هم تېره شوے ده۔
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْۢ بَعْدِهٖ رُسُلًا اِلٰی قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ١ؕ كَذٰلِكَ نَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِ الْمُعْتَدِیْنَ۝۷۴
بیا راواستؤل مونږ دَ نوحؑ نه پس ډېر پېغمبران خپلو قومونو ته ، نو هغوی پېش کړل هغوی ته څرګند دلیلونه ، نو دَ هغه قومونو نه دا ونهٔ شوه چې ایمان ېٔ راؤړے وې پهٔ هغه خبرو چې مخکښې ېٔ ف۱۰۴ دروغ ګڼلې وې۔ دغه شان مونږ مهر لګوؤ دَ حد نه دَ وتونکیو پهٔ زړونو۔ ف۱۰۵
ف۱۰۴: یعنی دَ نوحؑ نه پس هودؑ ، صالحؑ ، شعیبؑ ، لوطؑ ، ابراهیمؑ اؤ نور نبیان خپلو خپلو قومونو ته دَ څرګندو معجزو سره راغلل لېکن دغه خلق چې دَ نبیانو دَ راتلو نه مخکښې پهٔ کوم جهالت اؤ دَ کفر پهٔ تیرو کښې پراتهٔ وو اؤ دَ حق خبرو تکذیب ېٔ کړے وهٔ۔ دا توفیق ېٔ ونهٔ شو چې خپلې غلطې خبرې ېٔ پریٔښې وې اؤ پهٔ نبیانو ېٔ ایمان راؤړے وې اؤ دَ دوی پهٔ نصیحت پوهه شوے وې ، بلکې دَ کوم حق خبرو تکذیب چې دَ دې نه مخکښې دَ نوحؑ قوم کړے وهٔ دې ټولو هم دَ هغې حق خبرې دَ منلو نه انکار وکړو۔ یو ځل چې ېٔ دَ خلې نه انکار وتې وهٔ نو پهٔ هغې تر آخره ولاړ وو۔
ف۱۰۵: کوم خلق چې دَ حق پهٔ دښمنیٔ کښې دَ حد نه واؤړی۔ دَ هغوی پهٔ زړونو دَ مهر لګېدو دا طریقه وی چې پهٔ اول کښې دوی حق دروغ ګڼی ، بیا پهٔ خپل ضد ټینګ شی اؤ ورو ورو ېٔ خراب عادتونه پهٔ زړهٔ کښې داسې جرړې ښخې کړی چې دَ حق قبلؤلو طاقت پکښې پاتې نهٔ شی۔
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْۢ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی وَ هٰرُوْنَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ مَلَاۡىِٕهٖ بِاٰیٰتِنَا فَاسْتَكْبَرُوْا وَ كَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ۝۷۵
بیا راواستؤل مونږ دَ دوی نه پس موسٰیؑ اؤ هارونؑ فرعون اؤ دَ هغهٔ سردارانو ته دَ خپلو نښانو سره ، بیا هغوی کبر شروع کړو اؤ وو دا خلق مجرمان۔ ف۱۰۶
ف۱۰۶: یعنی جرائم پېشه خلق وو۔ دَ نافرمانیٔ عادت حق منلو ته کله پرېښودل۔ دَ کبر پهٔ وجه ېٔ دَ معجزو لیدو سره دَ رسولانو خبرې ته غاړه نهٔ شوه کښېښوې۔
وَ جَحَدُوْا بِهَا وَاسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسَهُمْ ظُلْمًا وَّ عُلُوًّا ۔ (سورتِ النحل ، رکوع ۱)
هم دَ دغې کبر پهٔ وجه دَ فرعون دَ خلې موسٰیؑ ته دا خبرې وتې وې: اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَ لِیْدًا وَّ لَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ (ولې تهٔ زمونږ سره وړوکے نهٔ ېٔ لوئے شوے اؤ تا زمونږ سره ډېر کالونه نهٔ دی تېر کړی) (سورتِ شعراء ، رکوع ۲)
فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْۤا اِنَّ هٰذَا لَسِحْرٌ مُّبِیْنٌ۝۷۶
بیا کله چې راورسېدهٔ دوی ته حق خبره زمونږ دَ طرف نه۔ دوی ووېٔ دا خو څرګند جادو دے۔ ف۱۰۷
ف۱۰۷: څرګندې نښانې لکه همسا اؤ پړقېدونکے لاس وغېره، معجزې چې به ېٔ ولیدې اؤ دَ هغهٔ اثری خبرې به ېٔ واؤرېدې نو وې به ېٔ چې دا خو څرګند جادو دے۔ دَ دې جاهلانو پهٔ خیال کښې دَ عام عادت نه وچت کار اؤ آخری طاقت بس جادو وهٔ۔
قَالَ مُوْسٰۤی اَتَقُوْلُوْنَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ١ؕ اَسِحْرٌ هٰذَا١ؕ وَ لَا یُفْلِحُ السّٰحِرُوْنَ۝۷۷
موسٰی ورته ووېٔ آیا تاسو واییٔ داسې حق خبرې ته کله چې تاسو ته راورسی۔ آیا دا سِحر دے۔ اؤ نجات نهٔ مومی جادوګر۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: یعنی تاسو حق ته جادو واییٔ آیا جادو داسې وی؟ جادوګر دَ نبوّت دعوٰی نهٔ شی کؤلے اؤ نهٔ دَ حق اؤ باطل پهٔ ټکره کښې کامیابېدے شی۔ هغوی دَ خپل جهالت پهٔ وجه پهٔ سِحر اؤ معجزه کښې فرق نهٔ شی کؤلے۔ دَ پېغمبر روڼ تندے ، وچت اخلاق ، تقوٰی اؤ شان و شوکت دَ دې څرګند شهادتونه دی چې دا جادوګر نهٔ دے۔
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا وَ تَكُوْنَ لَكُمَا الْكِبْرِیَآءُ فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ مَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِیْنَ۝۷۸
هغوی ورته ووېٔ آیا تهٔ دې دپاره راغلے ئ چې وګرځوے مونږ دَ هغه لارې پهٔ کومه چې مونږ خپل پلار نیکهٔ موندی دی اؤ شی ستاسو دَ دواړو سرداری پهٔ ملک کښې ، اؤ مونږ نهٔ یو پهٔ تاسو ایمان راؤړونکی۔ ف۱۰۹
ف۱۰۹: یعنی (نعوذ بالله) تاسو دَ دنیا حریصان ییٔ اؤ نیت مو ښهٔ نهٔ دے۔ یو سیاسی تحریک دَ مذهب پهٔ رنګ کښې پېش کویٔ۔ ستاسو اصل مطلب دا معلومیږی چې دَ مذهب پهٔ نوم یو انقلابی تحریک پورته کویٔ اؤ پهٔ حکومت قبضه کؤل غواړیٔ چې دا زاړهٔ سرداران قبطیان وشړیٔ اؤ دلته دَ بنی اسرائیلو حکومت جوړ کړیٔ۔ نو یاد لریٔ چې ستاسو دا خیال دَ ترسره کېدو نهٔ دے۔ مونږ ستاسو پهٔ خبرو نهٔ غلیږو اؤ نهٔ دَ ستاسو مشری منو۔
وَ قَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُوْنِیْ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ۝۷۹
اؤ فرعون ووېٔ راولیٔ ما ته کوم جادوګر چې ښهٔ پوهه وی۔ ف۱۱۰
ف۱۱۰: دا دَ موسٰیؑ دَ خبرو ځواب وهٔ۔ باقی پاتې شوه دَ سِحر اؤ معجزې فیصله نو دا جګړه به داسې فیصله کوؤ چې دَ ملک لوئی لوئی جادوګران راجمع شی نو بیا تهٔ خپل ناشنا کارونه دَ هغوی مخکښې څرګند کړه ۔ دنیا ته به پته ولګی چې تهٔ پېغمبر ئ کهٔ جادوګر۔ دې دپاره فرعون ټول ملک کښې خبرونه واستؤل اؤ پوهه جادوګر ېٔ راجمع کړل۔ پوره تفصیل پهٔ سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے چې جادو دَ معجزې پهٔ مخکښې څنګه تباه شو۔
فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ۝۸۰
بیا کله چې جادوګر راغلل ، موسٰیؑ ورته ووېٔ وغورزویٔ څهٔ چې تاسو غورزویٔ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: پهٔ بل ځائې کښې ذکر شوے دے چې جادوګرو دَ موسٰیؑ نه تپوس وکړو چې اول تهٔ خپلې لوبې ښئې کهٔ مونږ وښیو۔ دَ دې پهٔ ځواب کښې ورته موسٰیؑ ووېٔ چې تاسو چې څهٔ غواړیٔ هغه اول وکړیٔ ځکه چې باطل چې دَ پوره طاقت څرګندؤلو نه پس دَ حق نه ماتې وخوری نو دَ دې اثر به پهٔ خلقو ډېر وی۔ دَ چا زړهٔ کښې به شک نهٔ وی۔
فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا قَالَ مُوْسٰی مَا جِئْتُمْ بِهِ١ۙ السِّحْرُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَیُبْطِلُهٗ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِیْنَ۝۸۱
بیا کله چې وغوزؤل هغوی ، موسٰیؑ ورته ووېٔ ، تاسو چې څهٔ وړاندې کړل دا جادو دے۔ ف۱۱۲ اوس به الله دا برباد کړی۔ بېشکه الله نهٔ سموی دَ شریرانو کارونه۔ ف۱۱۳
ف۱۱۲: جادوګرو خپلې رسۍ اؤ لرګی پهٔ زمکه وغورځؤل اؤ دَ نظر بندیٔ اؤ دَ جادو پهٔ زور خلقو ته داسې ښکارېدهٔ لکه چې تمام میدان دَ مارانو نه ډک وی۔ موسٰیؑ ووېٔ چې جادو دا دے، ما چې فرعون ته څهٔ ښیٔلی وو هغه جادو نهٔ دے۔ دَ حق اؤ دَ باطل پته به اوس ولګی۔ الله پاک به باطل (جادو) پهٔ دې میدان تباه کړی اؤ حق ته به فتح ورکړی۔
ف۱۱۳: یعنی تاسو خپل طاقت وښیٔلو اوس تماشه کویٔ چې الله پاک دا جادو څنګه تباه کوی۔ ځکه چې دَ حق اؤ باطل دَ مقابلې پهٔ وخت چې مقصد ترېنه اتمام حجّت وی الله پاک هېچرې هم باطل ته غلبه نهٔ ورکوی۔
وَ یُحِقُّ اللّٰهُ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَ لَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ۠۝۸۲
اؤ الله رښتیا کوی حق خبره پهٔ خپل حکم ، اګر کهٔ مجرمان پرې بد ګڼی۔
فَمَاۤ اٰمَنَ لِمُوْسٰۤی اِلَّا ذُرِّیَّةٌ مِّنْ قَوْمِهٖ عَلٰی خَوْفٍ مِّنْ فِرْعَوْنَ وَ مَلَاۡىِٕهِمْ اَنْ یَّفْتِنَهُمْ١ؕ وَ اِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِی الْاَرْضِ١ۚ وَ اِنَّهٗ لَمِنَ الْمُسْرِفِیْنَ۝۸۳
بیا هېچا ایمان نهٔ راؤړو پهٔ موسٰیؑ مګر یو څو هلکانو دَ هغهٔ دَ قوم ف۱۱۴ دَ ویرې پهٔ وجه دَ فرعون نه اؤ دَ خپلو سردارانو نه۔ چې چرته ېٔ پهٔ تکلیف نهٔ کړی۔ ف۱۱۵ اؤ بېشکه فرعون ډېر وچت دے پهٔ ملک کښې اؤ هغه ډېر زیاتے کؤنکے دے۔ ف۱۱۶
ف۱۱۴: بنی اسرائیل دَ فرعون دَ لاسه ډېر تنګ وو اؤ دَ پخوانو پېشن ګویو مطابق پهٔ دې انتظار وو چې کله الله پاک بنی اسرائیلو کښې دَ هغهٔ نجات دهنده پېغمبر راواستوی چې دَ فرعونیانو حکومت ختم کړی۔ موسٰیؑ بالکل دَ هغه نښانو مطابق ټیک وخت باندې مبعوث شو نو بنی اسرائیل پهٔ زړهٔ کښې خو پوهېدل چې دا هغه پېغمبر دے۔ دَ زړهٔ نه دَ موسٰیؑ ملګری وو لېکن دَ فرعون اؤ دَ هغهٔ دَ ظالمانو سردارانو دَ ویرې ېٔ دَ ایمان اظهار نهٔ شو کؤلے چې بیا به مو نور هم پهٔ تکلیف کړی۔ پهٔ شروع کښې دَ بنی اسرائیلو لږو غوندې ځلمو زړهٔ وکړو اؤ دَ فرعون دَ ظلمونو نه ویرېدو سره ېٔ دَ حق اعلان وکړو۔ یو څو کسه دَ فرعون دَ قوم قبطیان هم مسلمانان شو۔ کله چې دَ موسٰیؑ طاقت لږ زیات شو نو دَ بنی اسرائیلو ټول قوم چې شپږ لکه نارینه وو پکښې ټولو ایمان راؤړو۔ دلته دَ وړومبیو ورځو خبره بیان شوے ده۔
ف۱۱۵: دلته دَ سردارانو مطلب یا خو دَ فرعون حاکمان اؤ افسران دی اؤ یا دَ بنی اسرائیلو هغه سرداران مراد دی چې دَ څهٔ لالچ پهٔ وجه ېٔ خپل قوم دَ فرعون دَ مخالفت نه منع کؤلو۔ اؤ دَ خطا کؤلو مطلب دا دے چې فرعون به دَ دوی پهٔ ایمان راؤړو پهٔ قهر شی اؤ سخت تکلیفونه به ورکړی چې ډېر کمزوری به ېٔ برداشت کؤلے نهٔ شی۔ اؤ دَ سختې نه به دَ حق لارې نه واوړی ، دَ ایمان نه پس به بیا کافر شی۔
ف۱۱۶: یعنی دَ بنی اسرائیلو دا ویره هم بې ځایه نهٔ وه ځکه چې پهٔ دې وخت پهٔ ټول ملک دَ فرعون حکومت وهٔ۔ دَ ډېر طاقت مالک اؤ ډېر ظالم وهٔ ، پهٔ بنی اسرائیلو ېٔ هېڅ صرفه نهٔ کؤله۔
وَ قَالَ مُوْسٰی یٰقَوْمِ اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ فَعَلَیْهِ تَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّسْلِمِیْنَ۝۸۴
اؤ ووېٔ موسٰیؑ ، اے زما قومه! کهٔ تاسو ایمان راؤړے وی پهٔ الله نو هم پهٔ هغهٔ اعتماد وکړیٔ کهٔ تاسو فرمانبردار ییٔ۔ ف۱۱۷
ف۱۱۷: یعنی دَ ویرېدو څهٔ خبره نشته۔ دَ یو فرمانبردار مسلمان کار صرف پهٔ خپل مالک اعتماد دے۔ دَ چا چې دَ الله پاک پهٔ بې حسابه طاقت اؤ قوت یقین وی۔ هغه دَ بل طاقت نه نهٔ ویریږی۔ خپل ځان ېٔ الله ته سپارلے وی اؤ پهٔ خپل ټول جدوجهد کښې ېٔ هم دَ هغهٔ پهٔ رضا نظر وی۔
فَقَالُوْا عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا١ۚ رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَۙ۝۸۵
نو هغوی ووېٔ زمونږ پهٔ الله اعتماد دے اے زمونږه ربه مهٔ ازمایه پهٔ مونږ زور دَ دې ظالم قوم ف۱۱۸
ف۱۱۸: دَ موسٰیؑ پهٔ نصیحت هغوی دَ خپل اخلاص اظهار وکړو چې واقعی زمونږ پهٔ الله اعتماد دے اؤ دَ هغهٔ نه سوال کوؤ چې مونږ دَ ظالمانو دَ ظلم نه بچ کړی۔ کهٔ دوی پهٔ مونږ دغسې ظلمونه کوی اؤ مونږ ېٔ ځواب نهٔ شو کؤلے نو دې ظالمانو ته به دا موقع پهٔ لاس ورشی چې وائی به کهٔ تاسو پهٔ حقه ویٔ نو داسې داسې کمزوری اؤ زمونږ دَ لاس لاندې به ولې ویٔ۔ نو دا خیال به ېٔ نور هم ګمراه کړی۔ نو زمونږ کمزوری پهٔ یو حیثیت سره دوی دپاره فتنه (دَ خرابیٔ سبب دے)۔
وَ نَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ۝۸۶
اؤ خلاص کړه مونږ پهٔ خپل فضل دَ دې کافر قوم نه۔ ف۱۱۹
ف۱۱۹: یعنی دَ دوی دَ غلامیٔ نه مو خلاص کړې اؤ دَ آزادیٔ دولت مو نصیب کړې۔
وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰی وَ اَخِیْهِ اَنْ تَبَوَّاٰ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُیُوْتًا وَّ اجْعَلُوْا بُیُوْتَكُمْ قِبْلَةً وَّ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ١ؕ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۸۷
اؤ حکم واستؤلو مونږ موسٰیؑ اؤ دَ هغهٔ ورور ته چې مقرر کړیٔ دَ خپل قوم دپاره پهٔ مصر کښې کورونه ف۱۲۰ اؤ جوړ کړیٔ خپل کورونه مخ پهٔ قبله اؤ قایٔم ساتیٔ نمونځونه ف۱۲۱ اؤ زېرے ورکړیٔ ایماندارو ته۔ ف۱۲۲
ف۱۲۰: حضرت شاه صاحب لیکلی دی کله چې دَ فرعون دَ تباهیٔ وخت نژدے شو نو حکم وشو چې خپل قوم بنی اسرائیل دَ دوی نه جُدا کړه۔ ځان ته بیله محله کښې وسیٔ پهٔ دوی عذاب راتلونکے دے۔ چې ستا قوم ترېنه لرې وی نو ښهٔ ده۔ ځنو مفسرانو دَ تبوّأ دا مطلب بیان کړے دے چې بنی اسرائیل دې پهٔ خپلو کورونو کښې کښینی ، دَ فرعونیانو سره دې ډېر ګډون نهٔ ساتی۔ اؤ بیا ځنی کورونه دَ عبادت دپاره خاص کړیٔ (یعنی جماتونه ترېنه جوړ کړیٔ)۔
ف۱۲۱: فرعون ورته ټول جماتونه اؤ عبادتخانې ورانې کړے وې۔ دَ فرعون دَ ویرې چا بهر پهٔ څرګنده عبادت نهٔ شو کؤلے۔ نو حکم ورته وشو چې پهٔ کورونو کښې دننه دَ نمانځهٔ دپاره قبلې ته مخامخ ځایونه جوړ کړیٔ ، پهٔ کورونو کښې دننه نمونځونه کویٔ۔ نمونځ مهٔ پرېږدیٔ دَ دې پهٔ برکت دَ الله امداد راځی۔ وَاسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوۃِ ۔ (دَ هجرت نه مخکښې مکّه معظّمه کښې دَ مسلمانانو هم دا حال وهٔ)۔
ف۱۲۲: یعنی پهٔ دنیا کښې دَ کامیابیٔ اؤ غلبې اؤ پهٔ آخرت کښې دَ نجات اؤ دائمی خوشحالیٔ اؤ دَ الله دَ رضا زېرے ورکړه۔
وَ قَالَ مُوْسٰی رَبَّنَاۤ اِنَّكَ اٰتَیْتَ فِرْعَوْنَ وَ مَلَاَهٗ زِیْنَةً وَّ اَمْوَالًا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۙ رَبَّنَا لِیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِكَ١ۚ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلٰۤی اَمْوَالِهِمْ وَ اشْدُدْ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْا حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ۝۸۸
اؤ موسٰیؑ ووېٔ اے زمونږه ربه تا ورکړے دے فرعون اؤ هغهٔ سردارانو ته ډؤل ډال اؤ مال دولت دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ف۱۲۳ اے ربه دې دپاره چې ګمراه کړی خلق ستا دَ لارې نه۔ ف۱۲۴ اے ربه فنا کړې دَ دوی مالونه اؤ سخت کړې دَ دوی زړونه چې ایمان رانهٔ وړی تر دې چې سخت عذاب ووینی۔ ف۱۲۵
ف۱۲۳: یعنی دَ ډول ډال ټول سامان ورکړے دے۔ ښائسته بدن ، ښې جامې ، سورلی ، مالی دولت اؤ دَ دنیا نور سازوسامان چې بنده پرې ښهٔ ښکاری۔
ف۱۲۴: پهٔ لِیُضِلُّوْا کښې کهٔ لام دَ تعلیل دپاره شی نو مطلب ېٔ دا دے چې قدرتی طور دې ظالمانو ته دَ دنیا دا سازوسامان دې دپاره ورکړې شوے دے چې خپله هم ګمراه شی اؤ نور هم ګمراه کړی اؤ دا مال دولت دَ ګمراهیٔ پهٔ کارونو کښې ولګوی۔ دنیا کښې خپل ارمان ښهٔ پوره کړی۔ آخرت کښې به ورسره بیا کتې شی۔ بیا به ووینی چې دا سامان ېٔ هېڅ پهٔ ښه نهٔ راځی۔ هر کله چې دَ خیر و شر دواړو خالق الله تعالیٰ دے۔ اؤ ظاهره ده چې دَ الله پاک هېڅ کار دَ حکمت نه خالی نهٔ دے۔ نو خامخا دَ شر پهٔ پیدا کؤلو کښې به هم دَ مجموعهٔ عالم (ټولې دنیا) پهٔ اعتبار څهٔ فائده ضرور وی۔ هم هغه فائده دې ظالمانو ته دې سازوسامان ورکؤلو کښې وګڼیٔ۔
کُلًّا نُمِدُّ هٰٓؤُلَآءِ مِنْ وَهٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ (بنی اسرائیل، رکوع ۲)
اِنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ لِیَزْدَادُوْا اِثْمًا۔ (آل عمران ، رکوع ۱۸)
(مونږ دوی ته مهلت دې دپاره ورکؤلو چې نور ګناهونه هم وکړی ، چې ښهٔ تباه شی)
ځنو مفسرینو دلته لام دَ عاقبت اخستې دے لکه فَالْتَقَطَهٗ اٰلُ فِرْعَوْنَ لِیَکُوْنَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا ۔ کښې چې لام دَ عاقبت دپاره دے۔ پهٔ دې وخت کښې به ېٔ مطلب دا شی چې دا سامان خو ورکړې شوے دې دپاره وهٔ چې دوی دَ الله پاک دَ نعمتونو شکر ادا کړی اؤ دا مال پهٔ نیکو کارونو کښې ولګوی لېکن دوی دَ خپلې بدبختیٔ پهٔ وجه پهٔ غلطو سر شو۔ خپله هم ګمراه شو اؤ مال ېٔ هم دَ ګمراهیٔ پهٔ لار کښې ولګؤلو لکه چې دا دَ دې دپاره ورکړې شوے وهٔ ۔ پهٔ دې تفسیر کښې څهٔ اشکال نشته۔
ف۱۲۵: هر کله چې موسٰیؑ دوی ته ډېره موده هدایت وکړو اؤ غټې غټې معجزې ېٔ ورته وښیٔلې لېکن دَ هغوی دښمنی نوره هم زیاتېده اؤ ایمان ېٔ نهٔ راؤړو۔ نو دَ کافی تجربې نه یا دَ وحې پهٔ ذریعه ورته دا معلومه شوه چې دَ دوی پهٔ قسمت کښې ایمان نشته۔ نو بیا ېٔ دَ هغو دَ تباهیٔ دپاره دعا وکړه چې دنیا دَ دې ګند نه ژر پاکه شی ، دَ نورو خلقو دَ مخې نه خنډ لرې شی اؤ دَ نورو خلقو دپاره دَ عبرت سبب شی نو دَ الله نه ېٔ سوال وکړو چې اے الله دَ دوی مالونه تباه کړې اؤ دَ دوی زړونه داسې سخت کړې چې څو پهٔ سترګو عذاب ونهٔ وینی ایمان رانهٔ وړی۔ دَ هغو پهٔ حق کښې دا دعا داسې وګڼیٔ لکه دَ شیطان پهٔ حق کښې چې خلق وائی دَ الله لعنت دې وی پرې ، یا کفارو ته چې وئیلی شی الله دې ېٔ سپک کړی۔ سره دَ دې چې شیطان پهٔ لعنت کېدلو اؤ دَ کفارو دَ ذلیل کېدلو قطعی فیصله دَ مخکښې نه شوے ده۔ (اؤ خلقو ته دَ وحې پهٔ ذریعه معلومه شوے وه)
حضرت شاه صاحب دَ دې تفسیر داسې کړے دے چې دَ رښتونی ایمان طمع ترې نه وه اؤ کله چې به پرې څهٔ سخته راغله نو دَ دروغو به ېٔ وې چې ایمان راؤړو ، خو چې عذاب به ترېنه ایسار شو نو بیا به ېٔ ایمان رانهٔ وړو۔ دغه شان خبره وږدېده اؤ فیصله نهٔ کېده۔ نو موسٰیؑ دعا وغوښته چې الله پاک ېٔ زړونه داسې سخت کړی چې پهٔ دروغه هم دَ ایمان وینا نهٔ کوی چې عذاب پرې راشی اؤ خبره فیصله شی۔
قَالَ قَدْ اُجِیْبَتْ دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِیْمَا وَ لَا تَتَّبِعٰٓنِّ سَبِیْلَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۸۹
الله ووېٔ قبولې شوې ستاسو دواړه دعاګانې ف۱۲۶ نو تاسو ثابت قدم وسیٔ اؤ تابعداری مهٔ کویٔ دَ لارې دَ هغه کسانو چې ناخبره دی ف۱۲۷
ف۱۲۶: پهٔ احادیثو کښې راځی چې موسٰیؑ به دعا غوښته اؤ هارونؑ به پرې آمین وې ځکه دلته دَ دَعْوَتُکُمَا وئیلی شوی دی۔
ف۱۲۷: یعنی خپل کار پهٔ استقلال سره کویٔ اؤ کهٔ دَ دعا تاثیر ژر څرګند نهٔ شی نو دَ جاهلانو پهٔ شان تلوار مهٔ کویٔ ، پهٔ تلوار څهٔ نهٔ کیږی۔ هر کار پهٔ خپل مقرر وخت کیږی۔
وَ جٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَ جُنُوْدُهٗ بَغْیًا وَّ عَدْوًا١ؕ حَتّٰۤی اِذَاۤ اَدْرَكَهُ الْغَرَقُ١ۙ قَالَ اٰمَنْتُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا الَّذِیْۤ اٰمَنَتْ بِهٖ بَنُوْۤا اِسْرَآءِیْلَ وَ اَنَا مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ۝۹۰
اؤ مونږ بنی اسرائیل دَ سمندر نه پورې وېستل ، نو ورپسې روان شو فرعون اؤ دَ هغهٔ لښکر دَ شرارت اؤ زیاتی پهٔ خیال۔ تر دې چې کله فرعون پهٔ ډوبېدو شو نو وېٔ وې ما یقین وکړو چې نشته بل معبود بې دَ هغهٔ نه چې ایمان پرې واؤړے دے بنی اسرائیلو اؤ زهٔ فرمانبردار یم۔
آٰلْـٰٔنَ وَ قَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ وَ كُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ۝۹۱
اوس دا وائے اؤ تا نافرمانی کؤله دَ دې نه مخکښې اؤ وې تهٔ پهٔ ګمراهانو کښې۔ ف۱۲۸
ف۱۲۸: موسٰیؑ دَ څو لکو بنی اسرائیلو سره دَ مصر نه ووتو (شام طرف ته ېٔ هجرت وکړو) چې فرعون خبر شو نو دَ ډېر لوئی لښکر سره ورپسې راووتو چې دَ ظلم نه ېٔ چرته خلاص نهٔ شی۔
بنی اسرائیل چې دَ بحر قلزم غاړې ته ورسېدل نو پریشان شو چې مخکښې سمندر دے اؤ شا ته راپسې دَ فرعون راروان لښکر راورسېدو (اوس خو به ټول تباه کړی دا به څهٔ کیږی) موسٰیؑ تسلّی ورکړه (چې الله زمونږه ملګرے دے اؤ مونږ دَ الله پهٔ حکم راوتی یو هغه به مو بچ کړی) بیا موسٰیؑ دَ الله پهٔ حکم سمندر پهٔ خپله همسا ووهلو۔ اوبهٔ دوه ځایه شوې نیمې یو خوا ودرېدے نیمې بل خوا ، مینځ کښې ېٔ دَ بنی اسرائیلو دَ دولسو قبیلو پهٔ حساب دولس لارې جوړې شوې اؤ ښهٔ پهٔ قلار پورې وتل۔ هلته چې دَ فرعون لښکر غاړې ته راورسېدو اؤ سمندر کښې ېٔ لارې ولیدے نو هغوی هم ورپسې دغسې روان شو، چې ټول سمندر ته کوز شول نو اوبو ته حکم وشو چې بیا یو ځائې شیٔ۔ ټول لښکر سره دَ سامان غرق شو۔ فرعون چې پوهه شو چې اوس خو لاړم ډوبېږم نو دَ ویرې ېٔ دَ ایمان الفاظ پهٔ خلهٔ راغلل چې ګنی کوم خدائې چې بنی اسرائیل بچ کړل کهٔ ما هم دَ ډوبېدو نه بچ کړی۔ پهٔ دې باندې دَ الله دَ طرف نه حکم وشو آٰلْـٰٔنَ وَ قَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ یعنی ټول عمر خو دې پهٔ کفر کښې تېر کړو اؤ اوس چې دې عذاب پهٔ سترګو ولیدو نو ایمان راؤړې؟ دَ عذاب لیدو نه پس ایمان نهٔ قبلیږی۔ فَلَمْ یَكُ یَنْفَعُهُمْ اِیْمَانُهُمْ لَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا ؕ سُنَّتَ اللہِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ فِیْ عِبَادِہٖ ۚ وَ خَسِرَ هُنَالِكَ الْکٰفِرُوْنَ۔ (سوره المؤمن، رکوع ۹)
دَ ځنکدن پهٔ وخت یا دَ عذاب لیدو پهٔ وخت کښې ایمان راؤړو ته ایمانِ غرغره یا ایمانِ بأس یا ایمانِ یأس وئیلی شی کوم چې دَ اهلِ سنّت و الجماعت پهٔ مذهب څهٔ فائده نهٔ ورکوی یعنی نهٔ قبلیږی۔ شیخ عبد الوهاب شعرانیؒ پهٔ خپل کتاب الیواقیت والجواهر کښې دَ فتوحاتِ مکیه نه عبارت نقل کړے دے چې پهٔ هغې کښې دَ فرعون دَ ایمان متعلق هم دغه تصریح ده (یعنی چې مقبول نهٔ دے) اؤ دَ دې کتاب پهٔ دیباچه کښې ېٔ لیکلی دی چې دَ فتوحات پهٔ نسخو کښې ملحدانو ډېر عبارتونه دَ ځان نه غلط شامل کړی دی۔ زما سره چې دَ فتوحاتِ مکیّه کومه مستنده صحیح نسخه ده پهٔ هغې کښې دَ داسې قسم عبارتونو څهٔ پته نشته۔ والله اعلم
فائده: پهٔ آخر کښې دَ فرعون دَ خلې دَ اٰمَنْتُ لفظ پهٔ ویستو کښې دَ موسٰیؑ دَ دعا(فَلَا یُؤْمِنُوْا حَتّٰی یَرَوُالْعَذَابَ الْاَلِیْم۝) مقبولیت الله پاک څرګندؤلو۔
فَالْیَوْمَ نُنَجِّیْكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُوْنَ لِمَنْ خَلْفَكَ اٰیَةً١ؕ وَ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ اٰیٰتِنَا لَغٰفِلُوْنَ۠۝۹۲
نو مونږ نن بچ کوؤ ستا جوثه چې شے تهٔ دَ خپلو وروستینو دپاره نښانه۔ اؤ بېشکه ډېر خلق زمونږ پهٔ قدرتونو غور نهٔ کوی۔ ف۱۲۹
ف۱۲۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی څنګه چې فرعون بې وخته بې فائدې ایمان راؤړو، دغه شان الله پاک دَ مرګ نه پس دَ هغهٔ بدن دَ غرقېدو نه بچ کړو۔ اوبو پهٔ غاړه وغورزؤلو چې بنی اسرائیل ېٔ ووینی شکر وکړی (اؤ یقین ېٔ راشی چې دَ فرعون نه خلاص شو) اؤ دَ وروستو راتلونکیو نسلونو دپاره عبرت شی۔ ګنی فرعون ته دَ هغهٔ دَ بدن دَ بچ کېدو نه څهٔ خیر وهٔ ؟ خو چې څنګه دَ هغهٔ ایمان بې فائدې وهٔ۔ دغه شان نجات بې فائدې ورکړې شو۔
دَ نوی تحقیقاتو نه ثابته شوے ده چې دَ فرعون لاش تر اوسه پورې محفوظ دے لېکن دَ قرآن دَ الفاظو صحت پهٔ دې ثبوت موقوف نهٔ دے۔
(مولانا عثمانیؒ فرمائی) عجیبه اتفاق دے چې دَ بنی اسرائیلو نجات اؤ دَ فرعون ډوبېدل هم دَ عاشورې پهٔ ورځ شوے وهٔ۔ اؤ نن چې زهٔ دا تفسیر لیکم هم دَ عاشورې ورځ سن ۱۳۴۸ھ ده ۔ الله پاک دې مونږ ټول مسلمانان دَ عذاب نه محفوظ کړی اؤ دَ کافرو دې بېړه غرقه کړی۔ آمین
وَ لَقَدْ بَوَّاْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مُبَوَّاَ صِدْقٍ وَّ رَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ١ۚ فَمَا اخْتَلَفُوْا حَتّٰی جَآءَهُمُ الْعِلْمُ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۝۹۳
اؤ مونږ ځائې ورکړو بنی اسرائیلو ته غوره ځائې اؤ خوراکونه مو ورکړل پاکیزه ، نو دوی ف۱۳۰ اختلاف ونهٔ کړو تر دې چې ورسېدو ورته خبر۔ بېشکه ستا رب به فیصله وکړی دَ دوی ترمینځه دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ کومو خبرو کښې چې دوی اختلاف کؤلو۔ ف۱۳۱
ف۱۳۰: یعنی اول ېٔ دَ فرعون دَ مرګ نه پس دَ مصر ملک ورکړو اؤ بیا ېٔ څهٔ موده پس عمالؔقه قوم دَ شام نه وویستو اؤ دَ شام ملک هم دَ بنی اسرائیلو شو۔ دا دواړه ډېر آباد ملکونه وو هر قسم غلې اؤ مېوې پکښې بې حسابه وې۔ مطلب دا چې بنی اسرائیل دَ الله پهٔ نعمتونو ښهٔ مالا مال شول۔
ف۱۳۱: یعنی دَ دنیاوی نعمتونو سره ېٔ روحانی نعمت باندې هم خوشحاله کړل چې دَ توریٰت علم ېٔ ورکړو چې پهٔ هغې کښې دَ دین احکام اؤ دَ تېرو قومونو خبرونه اؤ دَ راتلونکیو دپاره پېشنګوییٔ وې۔ پهٔ دې اصل حقیقت باندې خبرېدو نه پس پکار دا نهٔ وه چې خپلو کښې ډله بازیٔ جوړې کړی اؤ بدبختیٔ کښې راګېر شی لېکن سره دَ علم اؤ سره دَ صحیح خبرونو دوی پهٔ خپل کور کښې وران شو اؤ ډلې پرې ېٔ جوړې کړې۔ دَ خپل پېغمبر سره ېٔ هم پهٔ احکامو کښې بحثونه شروع کړل۔ لکه دَ ذبحِ بقره واقعه کښې اؤ دَ راتلونکیو پېغمبرانو باره کښې ېٔ هم اختلاف وکړو۔ خصوصًا دَ خاتم النّبییّن متعلق پېشنګویو باندې خو ډېرو کمو یهودیانو عمل وکړو۔ اکثرو ېٔ خلاف وکړو۔ حالانکې دَ توریٰت نه ورته دَ حضور اکرمﷺ متعلق ډېرې خبرې معلومې وې، بلکې دَ حضور اکرمﷺ دَ بعثت نه مخکښې خو دَ نبی آخرالزمان پهٔ انتظار وو چې کله به راځی چې مونږ پرې ایمان راؤړو ۔ مشرکانو ته به ېٔ وې چې مونږ به دَ نبی آخرالزمان پهٔ ملګرتیا کښې تاسو سره جنګ کوؤ اؤ پهٔ تاسو به غالب کیږو۔ یواځې دا نهٔ چې دَ خپل مذهب ډېرو حکمونو کښې ېٔ هم تبدیلیٔ وکړې اؤ دغه شان پکښې بې شمېره ډلې جوړې شوې۔ دَ عیسٰیؑ نه درے سوه کاله وروستو قسطنطین نومی یو فلسفی بادشاه دَ نفاق دپاره عیسائی مذهب اختیار کړو نو پادریانو دَ هغهٔ دَ خوشحالؤلو دپاره دَ مذهب ډېر حکمونه بدل کړل اؤ نوې شریعت ېٔ جوړ کړو۔ هغهٔ ورته ډېرې ګرجې اؤ مسافرخانې جوړې کړې اؤ دَ دې نوی عیسائی دین ډېر شهرت وشو۔ دَ یو څو تارک الدنیا راهبانو نه بغېر چې هغوی لرې پهٔ ځنګلو کښې وسېدل نور هېڅوک هم اصلی مسیحی دین باندې پاتې نهٔ شو۔ دَ صلیب عبادت کؤل، نمر خاتهٔ طرف ته عبادت کؤل ، پهٔ ګرجو کښې دَ عیسٰیؑ اؤ مریم بی بی تصویرونه کښېښؤل ، خنزیر حلال ګڼل اؤ دغه شان نورې غلطې خبرې ېٔ پهٔ مذهب کښې راننوستې اؤ اصلی مسیحی دین ېٔ ګډوډ کړو اؤ دغه ګډوډ عیسائی دین پهٔ ټوله دنیا کښې خور شو۔ دا هغه زمانه وه چې پهٔ شام ، بیت المقدس ، جزیره اؤ دَ روم پهٔ ټولو ښارونو دَ عیسایانو قبضه وه۔ تر دې چې دَ فاروق اعظمؓ دَ خلافت پهٔ زمانه کښې اصحابو کراموؓ دا ملکونه دَ عیسائی حکومت نه پاک کړل۔ الحمد الله
فَاِنْ كُنْتَ فِیْ شَكٍّ مِّمَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ فَسْـَٔلِ الَّذِیْنَ یَقْرَءُوْنَ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكَ١ۚ لَقَدْ جَآءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَۙ۝۹۴
نو کهٔ تا ته څهٔ شک وی پهٔ هغه حکمونو کښې چې راستؤلی دی مونږ تا ته نو تهٔ تپوس وکړه دَ هغه چا نه چې لولی کتاب ستا نه مخکښې۔ بېشکه راغلے ده تا سره حق خبره دَ الله دَ طرفه نو تهٔ هرګز مهٔ شکمن کېږه۔
وَ لَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَتَكُوْنَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۹۵
اؤ مهٔ کېږه دَ هغه کسانو نه چې دروغ ېٔ ګڼلی دَ الله آیتونه ، بیا به تهٔ هم شې پهٔ تاوانیانو کښې،
اِنَّ الَّذِیْنَ حَقَّتْ عَلَیْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَۙ۝۹۶
بېشکه پهٔ چا چې پخه شوے ده ستا دَ رب خبره ، هغوی ایمان نهٔ راؤړی۔
وَ لَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ اٰیَةٍ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ۝۹۷
اګرکهٔ ورسی ورته ټولې نښانې تر څو چې ونهٔ وینی دردناک عذاب۔ ف۱۳۲
ف۱۳۲: پهٔ ظاهر دا خطاب نبی کریمﷺ ته دے خو مطلب ېٔ نورو ته اورؤل دی چا چې دَ یو پهٔ ظاهره بې تعلیمه (امّی) دَ خلې داسې خبرې اورېدے نو حیران به شو دَ جهالت اؤ ناپوهیٔ پهٔ وجه به ېٔ دَ دې خبرو پهٔ صداقت کښې شک کؤلو۔ ګنی دا خو څرګنده ده چې حضور اکرمﷺ ته دَ وحې پهٔ حقانیت کښې هېڅ شک نهٔ وهٔ۔ دَ کوم کلام طرف ته چې هغهٔ ټوله دنیا رابلله اؤ دَ غرهٔ پهٔ شان پرې مضبوط ولاړ وهٔ اؤ دَ هغې دَ خاطره ېٔ هر قسم تکلیفونه پهٔ روڼ تندی برداشت کؤل۔ هغه خپله پهٔ هغه کلام کښې څنګه شک کؤلے شو۔ څو آیته پس بیا صفا ارشاد دے۔ قُلْ یٰٓاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ کُنْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ دِیْنِیْ۔ الآیة۔
دې آیت نه صفا معلومیږی چې شک کؤنکی نور خلق وو چې دَ هغو پهٔ مقابله کښې حضور اکرمﷺ دَ خپلې مضبوطې عقیدې اعلان کؤلو۔ بهرحال پهٔ دې آیتونو کښې الله پاک دَ پېغمبرﷺ پهٔ خلهٔ دَ قرآن کریم هر لوستونکی ته خبردارے ورکړو چې دَ کفر اؤ تکذیب بیماری دَ شک نه شروع کیږی کهٔ دَ ستاسو پهٔ زړهٔ کښې دَ قرآن مجید پهٔ آیتونو کښې څهٔ شک وی نو ژر دَ هغې علاج وکړیٔ۔ یعنی کوم خلق چې دَ مخکښینیو الهامی کتابونو عالمان دی دَ هغو نه تپوس وکړیٔ۔ آخر پهٔ هغو کښې څهٔ کسان خو رښتونی اؤ انصاف دار هم شته هغوی به درته ووائی چې محمّد(ﷺ) چې تاسو ته څهٔ ښیٔ دا ټول رښتیا اؤ صحیح دی۔
بېشکه دَ حضور اکرمﷺ وحې دَ الله پاک دَ طرف نه راغلے کلام دے۔ دَ دې پهٔ صداقت کښې دَ شک څهٔ ګنجائش نشته۔ کهٔ دَ شک علاج دَ سره ونهٔ شی نو ورو ورو جرړې مضبوطې کړی اؤ مقابلې (جدل) اؤ تکذیب ته سړے تیار کړی چې نتیجه ېٔ تباهی اؤ خرابی وی۔ دَ تکذیب نه پس بیا بله درجه دا ده چې پهٔ زړهٔ باندې مهر ولګی اؤ دَ حق اورېدو اؤ قبلؤلو استعداد ېٔ بالکل ختم شی۔ داسې سړے کهٔ دَ الله دَ قدرت ټولې نښانې اؤ معجزې ووینی بیا هم ایمان نهٔ راؤړی تر څو چې ېٔ عذاب الیم پهٔ خپلو سترګو نهٔ وی لیدلے۔ اؤ کهٔ دَ عذاب پهٔ لیدو ېٔ یقین را هم شی نو دا یقین بیا څهٔ فائده نهٔ ورکوی۔
فائده: دَ کَلِمَةُ رَبِّكَ نه مطلب شاید چې هغه خبره ده کومه چې بل ځائې وئیلی شوی دی۔ لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْنَ۝ چې دوزخ به دَ بنیادمو اؤ پېریانو دواړو نه ډکؤم۔ دَ چا پهٔ حق کښې چې دَ هغوی دَ بدبختیٔ اؤ ناکاره عملونو اؤ ناکاره استعداد پهٔ وجه دَ الله پهٔ علم کښې دا خبره ثابته شوے ده۔ دا دَ هغه خلقو بیان دے (چې دَ دوی پهٔ نصیب کښې ایمان نشته)۔
فَلَوْ لَا كَانَتْ قَرْیَةٌ اٰمَنَتْ فَنَفَعَهَاۤ اِیْمَانُهَاۤ اِلَّا قَوْمَ یُوْنُسَ١ؕ لَمَّاۤ اٰمَنُوْا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ مَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ۝۹۸
نو ولې نهٔ شو یو کلې چې ایمان ېٔ راؤړے وې بیا فائده ورکړے وې خپل ایمان ، بې دَ یونسؑ دَ قوم نه ، کله چې هغوی ایمان راؤړو نو پورته کړو ترېنه مونږ شرمونکے عذاب دَ دنیا پهٔ ژوند کښې اؤ فائده مو وروسؤله تر څهٔ وخته۔ ف۱۳۳
ف۱۳۳: یعنی کومو کلیو باندې چې دَ نبیانو دَ تکذیب اؤ بد عملیو پهٔ وجه عذاب راتلونکے وهٔ پهٔ هغو کښې یو کلی هم داسې وخت کښې ایمان رانهٔ وړو چې عذاب ترېنه واپس شوے وې۔ بې دَ یونسؑ دَ قوم نه۔ یو دا قوم داسې وهٔ چې دَ عذاب لیدو نه مخکښې ېٔ ایمان راؤړو اؤ ځان ېٔ دَ الله دَ عذاب نه بچ کړو۔ الله پاک دَ ایمان پهٔ برکت دَ هغو نه پهٔ دنیا کښې دا سخت عذاب دفع کړو اؤ تر څو چې دَ هغو پهٔ دنیا کښې دَ ژوند نصیب وهٔ دَ دنیا دَ نعمتونو نه ېٔ ښهٔ فائده واخسته۔ مفسرانو لیکلی دی چې حضرت یونسؑ دَ موصؔل سره نژدے دَ نینؔوا ښار دَ خلقو دپاره پېغمبر شوے وهٔ ۔ دَ دې کلی خلق بت پرست وو۔ یونسؑ ورته ووهٔ (۷) کاله نصیحتونه وکړل خو هغو نهٔ منل۔ آخر یونسؑ هغو ته خبر ورکړو کهٔ تاسو ایمان نهٔ راؤړیٔ نو درے ورځې پس به درباندې عذاب راشی۔ دوه ورځې تېرې شوې چې دریمه شپه هم نیمه تېره شوه نو یونسؑ دَ کلی نه بهر ته ووتو۔ دَ سحر دَ راختو سره دَ عذاب علامې ښکاره شوې۔ پهٔ آسمان کښې غټه غټه توره وریځ راپورته شوه۔ دَ وریځې نه یو لوګې راخورېدو۔ ورو ورو پهٔ کوزه راتلو تر دې چې دَ کورونو چتونو ته راورسېدو۔ خلقو چې دا علامې ولیدے نو دَ یونسؑ کور ته راغلل خو هغه کور نهٔ وهٔ۔ نو دَ کلی ټول خلق لوئی واړهٔ سره دَ څاروو دَ کلی نه بهر میدن ته ووتل اؤ الله پاک ته پهٔ زارو زارو پهٔ دعاګانو شو، اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه ېٔ ایمان راؤړو۔ وې به ېٔ: رَبَّنَا اٰمَنَّا بِمَا جَآءَ بِهٖ یُوْنُسُ۔ یونسؑ چې مونږ ته څهٔ وائی مونږ پهٔ هغې ایمان راؤړے دے۔ الله پاک دَ هغوی دعاګانې قبولې کړې اؤ دَ عذاب کومې علامې چې څرګندې شوے وې هغه ېٔ لرې کړې۔ دلته دَ مشرانو عالمانو دوه قوله دی۔ دَ اکثرو عالمانو دا خیال دے چې هغوی باندې لا اصل عذاب نهٔ وهٔ راغلے تشې علامې ېٔ څرګندې شوے وې پهٔ داسې وخت کښې ایمان قبلیږی۔ اؤ چې پهٔ عذاب کښې ګېر شی لکه فرعون چې دَ ډوبېدو پهٔ وخت کښې ایمان راؤړو۔ دغه ایمان بأس دے دا نهٔ قبلیږی۔ اؤ ځنو عالمانو وئیلی دی چې دَ یونسؑ دَ قوم ایمان هم ایمان بأس یعنې دَ عذاب لیدو نه پس وهٔ۔ دَ عام قانون پهٔ لحاظ خو دَ قبلېدو نهٔ وهٔ لېکن الله پاک پهٔ خپل فضل دَ عامې قاعدې نه خلاف دَ هغو ایمان قبول کړو۔ بیا ورکښې دا اختلاف دے چې آیا دَ هغو دَ ایمان قبلېدل صرف دومره قدر وو چې پهٔ دنیا کښې قبول شو اؤ دَ دنیا عذاب ترې لرې شو کهٔ پهٔ آخرت کښې هم دَ عذاب نه خلاص (ناجیان) شو۔ ابن کثیرؒ دویٔم قول ته ترجیح ورکړے ده ۔ یعنی دنیا اؤ آخرت دواړو کښې معتبر دے۔ والله اعلم۔
حضرت شاه صاحبؒ یو ډېر باریک فرق دَ آیت پهٔ تفسیر کښې بیان کړے دے۔ یعنی پهٔ دې دنیا کښې دَ عذاب لیدو نه پس ایمان راؤړل یو قوم ته فائده نهٔ ورکوی۔ بې دَ یونسؑ دَ قوم نه ځکه چې هغوی ته دَ عذاب حکم لا نهٔ وهٔ رارسېدلے۔ دَ یونسؑ دَ جلتیٔ کؤلو پهٔ وجه هسې دَ عذاب یو نمونه څرګنده شوے وه (چې دَ هغوی پهٔ نظر کښې دَ یونسؑ خبره دروغ ښکاره نهٔ شی) هغوی ایمان راؤړو نو دَ عذاب نه بچ شو اؤ دَ عذاب شکل ترېنه لرې شو دغه شان دَ مکّې معظّمې مشرکانو ته هم چې اسلامی فوج دَ قتل اؤ لوټ دپاره وروسېدو لېکن دَ هغوی ایمان قبول شو اؤ امان ورکړې شو دَ قتل نه بچ شو۔ دَ حضرت یونسؑ پوره قصه به پهٔ سورت صافات کښې راشی۔
وَ لَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَاٰمَنَ مَنْ فِی الْاَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِیْعًا١ؕ اَفَاَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتّٰی یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ۝۹۹
اؤ کهٔ ستا رب غوښتې نو ایمان به راؤړے وهٔ څومره خلق چې دَ زمکې پهٔ مخ دی ټولو پهٔ جمع ۔ نو آیا تهٔ پهٔ خلقو جبر کوے چې خامخا دې ایمان راؤړی۔ ف۱۳۴
ف۱۳۴: یعنی ستا دا طاقت نشته چې پهٔ زور دَ چا زړهٔ کښې ایمان ننه باسې کهٔ الله غوښتے نو بېشکه دَ ټولو خلقو پهٔ زړهٔ کښې به ېٔ ایمان ننوستې وهٔ۔ لېکن څنګه چې څو ځایه مخکښې بیان شوے دے دَ ټولو بنیادمو اسلام راؤړل دَ الله پاک دَ تکوینی مصالحو خلاف وی۔ ځکه ټول خلق نهٔ مسلمانان کوی۔
وَ مَا كَانَ لِنَفْسٍ اَنْ تُؤْمِنَ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ یَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ۝۱۰۰
اؤ هېڅ یو کس نهٔ شی راؤړې ایمان بې دَ الله دَ حکم نه ، اؤ هغه غورزوی پلیتی پهٔ هغه چا چې سوچ نهٔ کوی۔ ف۱۳۵
ف۱۳۵: دَ الله پاک دَ رضا اؤ تکوینی حکم نه بغېر هېڅوک ایمان نهٔ شی راؤړې۔ دا حکم دَ هغه چا پهٔ حق کښې کیږی اؤ دا توفیق هغه چا ته ورکؤلے شی څوک چې دَ الله تعالیٰ دَ قدرتونو پهٔ نښانو سوچ کوی اؤ دَ عقل نه کار اخلی۔ څوک چې دومره تکلیف هم نهٔ کوی، دَ عقل نه کار نهٔ اخلی الله پاک ېٔ هم دغه شان دَ کفر پهٔ ګند کښې پرېږدی۔
قُلِ انْظُرُوْا مَا ذَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ مَا تُغْنِی الْاٰیٰتُ وَ النُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ۝۱۰۱
ورته ووایه تاسو وګوریٔ چې څهٔ دی پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې؟ اؤ هېڅ فائده نهٔ ورکوی نښانې اؤ ویرونکی هغه قوم ته چې نهٔ منی۔ ف۱۳۶
ف۱۳۶: یعنی دَ فکر کونکی دپاره پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې دَ الله تعالیٰ دَ توحید اؤ دَ هغهٔ دَ کامل حکمت بې شماره نښانې دی خو څوک چې سوچ نهٔ کوی اؤ منل نهٔ غواړی دَ هغهٔ دپاره دا هر څهٔ بې فائدې دی اؤ دَ پېغمبرانو خبرې اؤ دَ عذابِ الٰهی نه ویرؤل هم فائده نهٔ ورکوی۔
فَهَلْ یَنْتَظِرُوْنَ اِلَّا مِثْلَ اَیَّامِ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ قُلْ فَانْتَظِرُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ۝۱۰۲
نو اوس نور هېڅ نشته چې دوی ېٔ انتظار کوی مګر دَ مخکښینیو قومونو پهٔ شان ورځې۔ ورته ووایه انتظار کویٔ زهٔ هم تاسو سره پهٔ انتظار یم۔ ف۱۳۷
ف۱۳۷: داسې ضدیان خلق چې هېڅ دلیل نهٔ منی دَ هغو دپاره نور هېڅ نشته خو چې دَ مخکښینیو منکرو قومونو پهٔ شان آفت ورباندې راشی دَ دې انتظار کوی نو ښهٔ ده تهٔ ورته ووایه چې دواړه به انتظار کوؤ چې الله پاک خپله دَ دروغژن اؤ رښتونی فیصله وکړی۔
ثُمَّ نُنَجِّیْ رُسُلَنَا وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كَذٰلِكَ١ۚ حَقًّا عَلَیْنَا نُنْجِ الْمُؤْمِنِیْنَ۠۝۱۰۳
بیا مونږ بچ کوؤ خپل رسولان اؤ کومو کسانو چې ایمان راؤړے دے هم دغه شان زمونږ ذمه ده چې بچ کوؤ ایمانداران۔ ف۱۳۸
ف۱۳۸: یعنی څنګه چې پهٔ تېرو قومونو عذاب راغلے دے اؤ پېغمبر اؤ مؤمنان ترېنه بچ شوی دی۔ دغه شان اوس هم دَ مؤمنانو سره زمونږ دا وعده ده چې پهٔ آخرت کښې به دَ عذابِ الیم نه اؤ پهٔ دنیا کښې دَ کافرو دَ زور ظلم نه نجات ورکوؤ خو شرط دا دے چې پهٔ رښتیا مؤمنان وی۔ کوم خوی خصلت چې قرآن اؤ حدیث کښې دَ مؤمن بیان شوے دے پهٔ هغې پوره وی۔
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ دِیْنِیْ فَلَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ لٰكِنْ اَعْبُدُ اللّٰهَ الَّذِیْ یَتَوَفّٰىكُمْ١ۖۚ وَ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَۙ۝۱۰۴
ووایه اے خلقو کهٔ تاسو پهٔ شک کښې ویٔ زما پهٔ دین کښې۔ نو زهٔ عبادت نهٔ کوم دَ هغه څیزونو چې تاسو ېٔ عبادت کویٔ دَ الله نهٔ سوا۔ لېکن زهٔ عبادت کوم دَ هغه الله چې تاسو وفات کوی اؤ ما ته حکم دے دا چې شم پهٔ ایماندارو کښې۔
وَ اَنْ اَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا١ۚ وَ لَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۱۰۵
اؤ دا چې برابر کړه مخ دین ته یو مخیزه۔ اؤ مهٔ کېږه دَ شرک کؤنکیو نه۔
وَ لَا تَدْعُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكَ وَ لَا یَضُرُّكَ١ۚ فَاِنْ فَعَلْتَ فَاِنَّكَ اِذًا مِّنَ الظّٰلِمِیْنَ۝۱۰۶
اؤ دعا مهٔ غواړه دَ الله نه غیر هغه چا نه چې نهٔ نفع در رسؤلے شی اؤ نهٔ نقصان۔ اؤ کهٔ تا داسې وکړل نو تهٔ به هم شمار شې پهٔ ظالمانو کښې۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی کهٔ زما پهٔ بیان اؤ دَ دین خبرو باندې تاسو نهٔ پوهېږیٔ پهٔ دې وجه پکښې شک کویٔ نو زهٔ درته اوس صفا صفا وایم چې زما دَ دین اصل بنیاد دا دے چې دَ یو الله عبادت کوم اؤ دَ ستاسو دَ جوړو کړیو معبودانو (بتانو) نه مې نفرت دے۔ دا خیال پهٔ زړهٔ کښې مهٔ راؤلیٔ چې ګنی زهٔ به ستاسو بتانو ته سجده وکړم۔ زما عبادت خو خالص هغه ذات لره دے دَ چا پهٔ قبصه کښې چې زمونږ دَ ټولو مرګ اؤ ژوند دے۔ چې کله پورې غواړی ژوندی مو ساتی اؤ چې کله ېٔ خوښه شی ساه رانه وباسی۔ نو چې زمونږ مرګ اؤ ژوند دَ چا پهٔ لاس دے عبادت هم دَ هغهٔ پکار دے۔ یواځې دَ لاس ښپو کار نه ، پهٔ زړهٔ کښې هم دَ هغهٔ پهٔ وجود اؤ توحید پوره یقین کؤل اؤ پهٔ ظاهر اؤ باطن دواړو پهٔ هغه دینِ حنیف چې دَ ابراهیم خلیل الله دین دے پوره توجه سره کلک ودرېدل پکار دی ، داسې خالص توحید چې دَ څرګند یا پټ شرک بویٔ هم پکښې نهٔ وی۔ څنګه چې عبادت یواځې دَ الله پکار دے دغسې امداد هم یواځې دَ هغهٔ نه غوښتل پکار دی ځکه چې هر قسم نفع نقصان اؤ ښهٔ بد یواځې دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی۔ دَ داسې څیزونو نه امداد غوښتل چې هغوی دَ خپل نفعې نقصان مالکان نهٔ دی سخت ظلم یعنی شرک دے اؤ بالفرض کهٔ دَ نبی نه څهٔ داسې کار وشی نو دَ هغهٔ دَ لوئے مرتبې پهٔ لحاظ خو بیا ډېر زیات ظلم دے۔
وَ اِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ١ۚ وَ اِنْ یُّرِدْكَ بِخَیْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهٖ١ؕ یُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ١ؕ وَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ۝۱۰۷
اؤ کهٔ ورسوی الله تا ته څهٔ تکلیف ، نو دَ هغې لرې کؤنکے هېڅوک نشته بې دَ هغهٔ ، اؤ کهٔ تا ته ښېګړه درکؤل غواړی نو هېڅوک واپس کؤنکے نشته دَ هغهٔ دَ فضل، رسوی خپل فضل خپلو بندیانو ته چا له چې وغواړی، اؤ هم هغه ډېر بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۴۰
ف۱۴۰: چې دَ هغه څیزونو نه امداد غوښتل منع شو دَ چا پهٔ اختیار کښې چې څهٔ نشته۔ نو پکار ده چې دَ دې پهٔ مقابله کښې دَ هغه ذات ذکر وشی کوم چې مالک اؤ مختار دے۔ هر قسم سخته اؤ راحته ښهٔ اؤ بده دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دی چې دَ هغهٔ راستؤلے تکلیف هېڅوک نهٔ شی پورته کؤلے اؤ هغه چې پهٔ چا فضل اؤ رحمت کؤل غواړی هغه هېڅوک نهٔ شی منع کؤلے۔
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ١ۚ فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا١ۚ وَ مَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍؕ۝۱۰۸
ورته ووایه اے خلقو راورسېدو تاسو ته حق دَ خپل رب له طرفه ، نو چا چې هدایت قبول کړو نو هغهٔ دَ خپل ځان دَ خیر دپاره قبول کړو۔ اؤ څوک چې ګمراه شو نو بدی ېٔ دَ خپل ځان ده۔ اؤ زهٔ ستاسو ذمه وار نهٔ یم، ف۱۴۱
ف۱۴۱: یعنی حق پهٔ ښهٔ مضبوطو اؤ څرګندو دلیلونو ښهٔ واضح شو۔ چې اوس ېٔ دَ نهٔ قبلؤلو دپاره څهٔ معقول عذر نشته۔ دَ الله پاک آخری حجت پوره شو۔ اوس دې هر څوک پهٔ خپل نفع نقصان غور وکړی۔ څوک چې دَ الله پهٔ ښودلې لار روان شو دنیا اؤ آخرت دواړو کښې به کامیاب شی اؤ چا چې دا لار پرېښوه پهٔ نورو لارو روان شو نو خپله به پریشان اؤ ذلیل و خوار ګرځی۔ تاوان ېٔ دَ ځان دے۔ هر څوک دې پهٔ خپل مستقبل سوچ وکړی اؤ چې کومه لار ېٔ خوښه وی پهٔ هغې دې ځی۔ پېغمبر دَ چا ذمه وار نهٔ دے چې خامخا به ېٔ سمې لارې ته را اړوی۔ دَ پېغمبر کار خو صرف خلقو ته سمه لار ښیٔل دی اؤ دَ الله پاک احکام اورؤل دی بیا ېٔ څوک منی اؤ کهٔ نه دَ پېغمبر ذمه واری ختمه شوه۔ دَ دې تپوس به دَ هغهٔ نه نهٔ کیږی چې حق چا ولې ونهٔ منلو۔
وَ اتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ وَ اصْبِرْ حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ١ۖۚ وَ هُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ۠۝۱۰۹
اؤ تهٔ تابعداری کوه دَ هغه حکمونو چې رارسی تا ته اؤ صبر کوه تر دې چې الله فیصله وکړی اؤ هغه دَ ټولو نه ښهٔ فیصله کؤنکے دے۔ ف۱۴۲
ف۱۴۲: پهٔ دې آیت کښې حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکړے شوے ده چې څوک حق قبلوی اؤ کهٔ نه تهٔ دَ دې پهٔ غم زړهٔ مهٔ خوره ، تهٔ دَ الله تعالیٰ دَ حکم تابعداری کوه اؤ خپل دَ تبلیغ کار ښهٔ پهٔ کوشش کوه اؤ څهٔ تکلیف چې درباندې پهٔ دې کار کښې راځی هغه پهٔ صبر اؤ استقلال برداشت کوه تر دې چې الله پاک دَ ستاسو ترمینځه فیصله وکړی یعنی دَ خپلې وعدې مطابق اسلام ته غلبه ورکړی یا تاسو ته دَ جهاد اؤ دَ کافرو دَ ظلم دَ مقابلې اجازت درکړی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ هُوْدٍ مَکِّیَّةٌ وَّ هِیَ مِائَةٌ وَّ ثَلٰثٌ وَّ عِشْرُوْنَ اٰیَۃً وَّ عَشَرَ رُکُوْعَاتٍ
سورت هود مکی دے، دې کښې یو سل اؤ دریویشت (۱۲۳) آیتونه اؤ لس (۱۰) رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربان ډېر رحم کؤنکے دے۔
الٓرٰ١۫ كِتٰبٌ اُحْكِمَتْ اٰیٰتُهٗ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ خَبِیْرٍۙ۝۱
الف ۔ لام ۔ را، دا یو داسې کتاب دے چې کره کړې شوی دی دَ دې خبرې ، بله دا چې پهٔ تفصیل سره بیان شوی دی دَ یو حکمت والا باخبره له طرفه۔ ف۱
ف۱: یعنی دا قرآن کریم داسې عظیم الشان کتاب دے چې دَ دې دَ آیتونو یو یو لفظ ښهٔ تللې شوے اؤ کره کړې شوے دے۔ نهٔ ورکښې څهٔ ګډې وډې خبرې شته اؤ نهٔ ورکښې څهٔ خبره دَ حکمت دَ تقاضو یا دَ اصلی واقعاتو نه خلاف شته اؤ پهٔ اعتبار دَ فصاحت اؤ بلاغت ېٔ هم پهٔ یوه جمله اعتراض نهٔ شی کېدے۔ کوم مضمون چې پهٔ کومو الفاظو بیان شوے دے ممکنه نهٔ ده چې دَ دې نه ښهٔ تعبیر وکړې شی۔ کوم بهترین اصول اؤ ښهٔ اخلاق اؤ نیک اعمال اؤ وعظ نصیحت چې پهٔ دې کښې شوے دے اؤ کوم مضبوط دلائل چې پکښې بیان شوی دی هغه ټول دَ علم اؤ حکمت پهٔ تله تللی ښهٔ پهٔ تول پوره دی۔ دَ قرآن حقائق اؤ دلائل داسې مضبوط دی چې کهٔ پهٔ دنیا کښې هر څومره تبدیلیٔ راشی دَ هغې دَ بدلېدو یا غلطېدو څهٔ امکان نشته۔ پهٔ دې کښې دَ دنیا دَ مزاج پوره تشخیص شوے دے اؤ تر قیامته پورې راتلونکے تبدیلیٔ اؤ حادثې ښې کره کړې شوے اؤ دَ بنیادم دَ روح دپاره یوه داسې معتدله غزا تیاره کړې شوے ده چې دَ هر وخت اؤ هر حالت دپاره ډېره مفیده اؤ مناسب ده۔ دَ دې ټولو خوبیو سره سره بیا دا نهٔ ده چې دَ اجمال یا ابهام پهٔ وجه دَ کتاب نه یوه معمّه یا اړ جوړ شوے دے بلکې دَ دنیا دَ ژوند اؤ دَ آخرت دَ ژوند غټې غټې خبرې داسې واضحې بیان شوی دی چې هر سړے پرې پوهېدے شی اؤ وخت پهٔ وخت دَ توحید دلائل حکمونه ، وعظ ، نصیحت ، قصې ، هر شے ډېر پهٔ قرینه سره بیل بیل پهٔ خپل ځائې کښېښودې شوے دے اؤ دَ ټولو ضروری خبرو بیان ښهٔ پهٔ تفصیل سره شوے دے۔ دَ نازلېدو پهٔ وخت کښې ېٔ هم دا خیال ساتلے شوے دے چې ټول قرآن پهٔ یو ځائې غونډ نهٔ دے راغلے بلکې موقع پهٔ موقع لږ لږ څومره چې دَ وخت ضرورت وهٔ نازل شوے دے (چې دَ خلقو پهٔ ذهن کښې ښهٔ ځائې ونیسی اؤ عمل کؤل ورته پرې اسان شی)۔
دَ قرآن کریم دې ټولو خوبیو اؤ حکمتونو ته چې بنده فکر وکړی نو حیرن پاتې شی خو دَ حیرانتیا خبره ځکه نهٔ ده چې دَ یو حکیمِ مطلق اؤ خبیرِ برحق پهٔ کلام کښې چې دا ټول حکمتونه نهٔ وی نو دَ چا کلام کښې به وی۔
اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ١ؕ اِنَّنِیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ وَّ بَشِیْرٌۙ۝۲
چې تاسو عبادت مهٔ کویٔ مګر دَ یو الله ۔ ف۲ زهٔ تاسو ته دَ هغهٔ له طرفه ویرؤنکے اؤ زېرے درکؤنکے یم۔ ف۳
ف۲: یعنی دَ دې محکم اؤ مفصّل کتاب دَ راستؤلو غټ مقصد دا دے چې پهٔ دنیا کښې صرف دَ یو الله تعالیٰ دَ عبادت بلنه ورکړے شی اؤ دَ هغې طریقې بندګانو ته وښیٔلی شی۔
اؤ هم دَ دغې مقصد دپاره مخکښینی نبیان هم راغلی وو۔
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا نُوْحِیْۤ اِلَیْهِ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدُوْنِ۔ (سورة الانبیاء ، رکوع۲)
وَ لَقَدْ بَعَثْنَا فِیْ کُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلًا اَنِ اعْبُدُوا اللہَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوْتَ (سورة النحل ، رکوع۵)
(یعنی تا نه مخکښې یو رسول هم نهٔ دے راغلے مګر مونږ ورته دا وئیلی دی چې بل معبود نشته بې زما نه نو تاسو زما عبادت کویٔ)
(اؤ ما راستؤلے دے هر قوم ته یو رسول چې دَ الله عبادت کویٔ اؤ دَ شیطان نه ځان وساتیٔ)
ف۳: یعنی څوک چې کتاب الله منی اؤ شرک پرېږدی دَ یو الله عبادت کوی زهٔ هغهٔ ته پهٔ دواړه جهانه کښې دَ کامیابیٔ زېرے ورکوم اؤ څوک چې ېٔ نهٔ منی اؤ دَ شرک نه نهٔ اوړی دَ الله دَ عذاب نه ېٔ ویروم۔
وَّ اَنِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُمَتِّعْكُمْ مَّتَاعًا حَسَنًا اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّ یُؤْتِ كُلَّ ذِیْ فَضْلٍ فَضْلَهٗ١ؕ وَ اِنْ تَوَلَّوْا فَاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ كَبِیْرٍ۝۳
اؤ دا چې دَ خپل رب نه بخښنه وغواړیٔ اؤ هغهٔ ته رجوع وکړیٔ چې فائده ورسوی تاسو ته ښهٔ فائده تر یو مقرر وخت پورې، ف۴ اؤ ورکړی هر دَ زیاتی خاوند ته خپل زیاتے ف۵ اؤ کهٔ تاسو مخ واړؤلو ، نو زهٔ ویرېږم پهٔ تاسو باندې دَ لوئے ورځې دَ عذاب نه۔ ف۶
ف۴: څوک چې توبه وباسی اؤ تېرو ګناهونو دپاره بخښنه وغواړی اؤ ایٔنده دپاره نیک عمل اختیار کړی نو پهٔ هغهٔ به دَ دنیا ژوند هم ښهٔ تېر شی۔ ځکه چې پوخ مؤمن پهٔ هر حال کښې دَ الله نه راضی اؤ خوشحال وی هغه دَ الله پاک دَ رضا حاصلؤلو اؤ دَ تل عمری ژوند دَ خوشحالیو پهٔ تصوّر کښې دَ دنیا هره سخته پهٔ خندا تېروی۔ هغه چې کله دا خیال وکړی چې زهٔ خپل حق پوره پوره ادا کوم۔ دَ دې بدله کښې به ماته یوه ورځ دَ عرش مالک ډېر ډېر نعمتونه راکوی۔ هغه پهٔ خپله کامیابیٔ اؤ دَ الله تعالیٰ دَ رښتونې وعدې پهٔ اعتبار دَ خوشحالیٔ نه پهٔ ټوپونو شی۔ هغهٔ ته دَ دنیا پهٔ لږ غوندې آرام کښې هم هغه سکون اؤ اطمینان حاصل وی چې بادشاهانو ته هم پهٔ ډېر مال دولت اؤ سازو سامان کښې نهٔ شی حاصلېدے۔ بلکې کله کله خو دَ دنیا تکلیف هم ورته داسې خوند ورکوی چې مالدارو ته پهٔ عیش اؤ آرام کښې هغه خوند نهٔ شی حاصلېدے۔ یو محب وطن سیاسی لیډر چې پهٔ قید کښې وی کهٔ دَ هغهٔ دا یقین راشی چې زما دَ قید پهٔ وجه وطن دَ غلامۍ نه آزادیږی۔ زهٔ به هم دَ قید نه چې وځم نو دَ خپل آزاد وطن دَ جمهوری حکومت صدر به یم ۔ نو هغه به پهٔ دې قید کښې دَ هغې بادشاه نه یقینًا زیات خوشحاله وی چا ته چې اوس هر قسم دَ عېش سامان مهیا دے خو دا غم دے ورسره چې یوه هفته پس به خلق ما دَ تخت نه کوزوی بل سړے به پهٔ دې تخت کښینی۔ دَ دنیا پهٔ جیل خانه کښې دَ یو پوخ مسلمان ژوند هم پهٔ دې قیاس کړیٔ۔
ف۵: څوک چې څومره ډېر نیک کارونه کوی دومره به ورباندې دَ الله پاک فضل زیات کیږی اؤ پهٔ آخرت کښې به ډېر اجرونه مومی۔
ف۶: یعنی کهٔ زما خبره نهٔ منیٔ نو دَ آخرت عذاب یقینی دے۔ باقی دا خبره چې ما سره دا ویره ده چې تاسو ته به عذاب درکړې شی۔ دې نه مقصد صرف دَ شفقت اظهار دے ګنی عذاب یقینی دے څهٔ شک پکښې نشته۔
اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ١ۚ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۴
دَ الله طرف ته دی ستاسو جاروتل اؤ هم هغه پهٔ هر څهٔ قادر دے۔
اَلَاۤ اِنَّهُمْ یَثْنُوْنَ صُدُوْرَهُمْ لِیَسْتَخْفُوْا مِنْهُ١ؕ اَلَا حِیْنَ یَسْتَغْشُوْنَ ثِیَابَهُمْ١ۙ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَ مَا یُعْلِنُوْنَ١ۚ اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۵
واؤره دوی غبرګوی خپلې سینې چې دَ الله نه پټ شی۔ واؤره څهٔ وخت چې دوی اغوندی خپلې جامې هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې دوی پټوی اؤ څهٔ چې څرګندوی۔ هغه خو دَ زړونو پهٔ حال خبر دے۔ ف۷
ف۷: دَ سزا دپاره دا ضروری ده چې مجرم حاضر وی اؤ حاکم ته دَ سزا ورکؤلو پوره اختیار وی اؤ دَ مجرم پهٔ ټولو جرمونو باندې دَ هغهٔ نظر وی۔ اِلَیْهِ مَرْجِعْکُمْ سرہ وښئیلے شوه چې مجرم اؤ غیر مجرم ټول به دَ الله پاک دربار کښې حاضریږی۔ وَ هُوَ عَلٰی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ کښې دَ طاقت اؤ اختیار اظهار وشو اؤ اَلَا اِنَّهُمْ نه تر بِذَاتِ الصُّدُوْر پورې آیت کښې دَ الله پاک دَ کامل علم اؤ دَ وسعت اؤ کمال بیان وشو چې الله ته پټ اؤ څرګند، واړهٔ اؤ غټ جرمونه ټول معلوم دی۔ تر دې چې دَ زړونو پهٔ ارادو اؤ خیالاتو هم خبر دے۔ نو یو مجرم هم ترېنه دَ خلاصېدو نهٔ دے۔ دَ دې آیت پهٔ شانِ نزول کښې دَ مفسرینو اختلاف دے خو پهٔ ټولو کښې صحیح روایت دَ حضرت ابن عباسؓ نه پهٔ بخاری شریف کښې دے چې پهٔ ځنو مسلمانانو باندې حیا دومره غالبه شوه چې دَ استنجاء یا بهر ته تلو یا نورو انسانی ضرورتونو دپاره هم دَ ځان بربنډؤلو نه شرمېدل چې مونږ الله پاک وینی چې دَ ضرورت پهٔ وخت به ېٔ دَ استنجاء یا بل څهٔ دپاره چرته ځان بربنډؤلو نو سرونه به ېٔ راټیټ کړل سینه به ېٔ راغبرګه کړه چې ونهٔ ښکارو۔ دَ الله پاک نه ډېرې حیا اؤ ادب پهٔ وجه داسې حال کله کله پهٔ صوفیانو راځی۔ دې حالت ته دَ تصوّف پهٔ اصطلاح کښې مغلوب الحال وئیلی شی لېکن اصحابِ کرامؓ خو دَ ټول اُمت مقتداء وو دَ هغوی پهٔ داسې کار کؤلو نور امت ته خبره ګرانېده ځکه ورته الله پاک فرمائی۔ تاسو ځان چرته پټویٔ۔ تاسو چې پهٔ ځان جامې راچؤلی وی هم مو الله پاک وینی، دَ هغهٔ دَ نظر نه هېڅ حالت کښې نهٔ شیٔ پناه کېدے نو بیا دومره تکلیف پهٔ ځان ولې تېرویٔ۔
فائده: دَ ربطِ آیت دپاره دا ضروری ده چې دَ یو آیت مضمون دَ بل سره مناسبت خوری۔ دَ شانِ نزول مناسبت ېٔ ضروری نهٔ دے۔