پارہ 08

وَ لَوْ اَنَّنَا نَزَّلْنَاۤ اِلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَ كَلَّمَهُمُ الْمَوْتٰی وَ حَشَرْنَا عَلَیْهِمْ كُلَّ شَیْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ یَجْهَلُوْنَ۝۱۱۱
اؤ کهٔ مونږ نازلې کړو پهٔ دوی فرښتې اؤ خبرې وکړی دوی سره مړی اؤ ژوندی کړو مونږ ټول څیزونه دَ دوی مخکښې نو هم دوی هرګز ایمان راؤړونکی نهٔ دی۔ مګر کهٔ الله وغواړی۔ لېکن پهٔ دوی کښې اکثر ناپوهه دی ف۱۵۵
ف۱۵۵: یعنی کهٔ دَ دوی پهٔ فرمائش بلکې دَ هغې نه هم زیات ستا دَ تصدیق دپاره دَ آسمان نه فرښتې راکوزې کړو اؤ مړی دَ قبرونو نه راپاڅی خبرې وکړی، اؤ څومره امتونه چې تېر شوی دی هغه ټول دوباره ژوندی شی ، دَ دوی مخکښې راجمع شی نو بیا به هم دوی دَ خپل عناد اؤ حسد پهٔ وجه حق منلو ته تیار نهٔ شی۔ البته کهٔ الله پاک وغواړی نو پهٔ زبردستیٔ پرې حق منلې شی۔ لېکن داسې غوښتنه دَ هغهٔ دَ حکمت اؤ تکوینی نظام دَ مصلحت نه خلاف ده چې اکثر خلق پرې دَ خپل جهالت پهٔ وجه نهٔ پوهیږی۔ دَ دې پوره تفصیل مخکښې فوائدو کښې ځائې پهٔ ځائې راغلے دے۔
وَ كَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا شَیٰطِیْنَ الْاِنْسِ وَ الْجِنِّ یُوْحِیْ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُوْرًا١ؕ وَ لَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَ مَا یَفْتَرُوْنَ۝۱۱۲
اؤ دغه شان ګځؤلی دی مونږ ف۱۵۶ دَ هر نبی دپاره دشمنان شیطانان دَ انسانانو اؤ دَ پېریانو چې ښیٔ یو بل ته دَ چل ول خبرې دَ ټګۍ دپاره، کهٔ ستا رب غوښتے نو دوی به هېچرې داسې نهٔ وو کړی نو تهٔ دوی پرېږده دوی پوهیږی اؤ دَ دوی دروغ پوهیږی۔ ف۱۵۷
ف۱۵۶: یعنی مونږ پیدا کړی دی۔
ف۱۵۷: چونکې دَ الله تعالیٰ کامل حکمت اؤ دَ هغهٔ تکوینی نظام دا تقاضا کوی چې تر څو دا دنیا آباده ده دَ خیر اؤ شر دَ قوتونو نه دَ یو قوت هم بالکل مجبور اؤ تباه کیږی نه۔ دَ نیکیٔ اؤ ګمراهیٔ دا جنګ دې هم دغسې جاری وی څنګه چې دا مشرکان دا پهٔ بې ځایه فرمائشونو تنګوی اؤ پهٔ قسم قسم بهانو خلق دَ حقې لارې نه بې لارې کوی ، دغسې دَ هر یو پېغمبر خلاف شیطانی طاقتونو خپلې وسې کړی دی چې پېغمبران خلقو ته پهٔ هدایت اؤ سمه لار ښیٔلو کښې کامیاب نهٔ شی۔ دَ دغه ناکاره اغراضو دپاره شریران بنیادم اؤ شیطانان سره خپلو کښې ملګرتیا کوی اؤ یو بل ته دَ مکر و فریب پهٔ پستو پستو خبرو اؤ دوکې ورکؤلو چلونه ښئی۔ دَ دوی دا عارضی آزادی دَ هغې عام حکمت اؤ تکوینی نظام دَ مصلحت ماتحت ده دَ کوم چې دَ دنیا دَ پیدائش دَ وخته الله تعالیٰ خیال ساتلے دے نو تهٔ دَ مشرکانو پهٔ مکر و فریب اؤ فتنو خورؤلو ډېر غمژن کېږه مه۔ دوی پهٔ خپل ځائې پرېږده اؤ خپله معامله پهٔ الله وسپاره۔
وَ لِتَصْغٰۤی اِلَیْهِ اَفْـِٕدَةُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَ لِیَرْضَوْهُ وَ لِیَقْتَرِفُوْا مَا هُمْ مُّقْتَرِفُوْنَ۝۱۱۳
اؤ دَ دې دپاره (دا مهلت ورکؤو) چې را واړوی دې چل ولی خبرو ته زړونه دَ هغه کسانو چې پهٔ آخرت یقین نهٔ کوی۔ اؤ چې ښهٔ ېٔ خوښ کړی اؤ چې کوی کوم بد کارونه ، چې کوی۔ ف۱۵۸
ف۱۵۸: یعنی دا شیطانان یو بل ته دَ چل ول خبرې دې دپاره ښئی چې کوم خلق چې دَ دې دنیا پهٔ ژوند کښې ډوب دی اؤ دَ بل ژوند اؤ آخرت یقین نهٔ لری هغوی دې دوی پهٔ دې خبرو دوی طرف ته را واړوی اؤ دَ کفر اؤ شرک پهٔ چقړیو کښې داسې خښ شی چې بیا ترې پهٔ هېڅ شان دَ وتو نهٔ وی۔
اَفَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْتَغِیْ حَكَمًا وَّ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ اِلَیْكُمُ الْكِتٰبَ مُفَصَّلًا١ؕ وَ الَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْلَمُوْنَ اَنَّهٗ مُنَزَّلٌ مِّنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ۝۱۱۴
ښه نو آیا اوس زهٔ دَ الله نه سوا بل څوک منصف کړم۔ اؤ حال دا دے چې هغهٔ راستؤلے دے تاسو ته کتاب ښهٔ واضح ۔ اؤ کومو کسانو ته چې مونږ کتاب ورکړے دے هغوی پوهیږی۔ چې دا نازل شوے دے ستا دَ رب دَ طرف نه پهٔ حقه ، نو تهٔ مهٔ کېږه دَ شک کونکیو نه۔
وَ تَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَّ عَدْلًا١ؕ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ١ۚ وَ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۱۱۵
اؤ ستا دَ رب خبره پوره کامله رښتونې اؤ دَ انصاف ده۔ هېڅوک بدلؤنکے نشته دَ هغهٔ دَ خبرو ، اؤ هم هغه اورېدونکے ښهٔ پوهه دے۔ ف۱۵۹
ف۱۵۹: یعنی دَ شیطانانو دې خبرو ته صرف جاهلان غوږ کښېښوې شی۔ یو پېغمبر یا دَ هغهٔ تابعدار چې پهٔ هره خبره کښې دَ الله دَ حکم منونکی دی اؤ خپله ټوله معامله ېٔ هغهٔ ته سپارلے ده پهٔ هغوی باندې دَ دې شیطانانو خبرې څهٔ اثر نهٔ شی کؤلے، هغوی به څنګه دَ الله نه سوا دَ بل چا خبرې ته غاړه کیږدی چې دَ هغوی سره دَ الله واضح کتاب موجود دے۔ دَ کوم متعلق چې دَ اهلِ کتابو عالمان هم دَ خپلو کتابونو دَ خوشخبریو پهٔ بناء ښهٔ پوهه دی چې (۱) دا کتاب دَ الله دَ جانب نه اؤ (۲) برحق دے چې (۳) دَ دې ټول احکام رښتونی اؤ منصفانه دی۔ (۴) چې پهٔ دې کښې دَ رد و بدل کؤلو طاقت دَ هېچا نشته۔
دَ داسې کامل کتاب پهٔ موجودګیٔ کښې به مسلمانان دَ وسوسو اؤ وهمی خبرو منلو ته تیار شی۔
الله تعالیٰ دَ چا پهٔ واضح کتاب چې مونږ ایمان راؤړے دے زمونږ ټولې خبرې اوری اؤ زمونږ دَ ټولو کارونو نه ښهٔ خبر دے اؤ دَ هغې مناسب احکامو راستؤلو باندې ښهٔ پوهیږی۔
وَ اِنْ تُطِعْ اَكْثَرَ مَنْ فِی الْاَرْضِ یُضِلُّوْكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَ اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ۝۱۱۶
اؤ کهٔ تهٔ خبره ومنې دَ هغه اکثرو خلقو چې پهٔ زمکه وسیږی۔ نو تا به دَ الله دَ لارې نه خطا کړی۔ دوی خو ټول روان دی پهٔ خپلو خیالونو پسې اؤ ټول هسې اټکلونه جنګوی۔ ف۱۶۰
ف۱۶۰: دَ مشاهدې اؤ تاریخی تجربې نه دا ثابتیږی چې دنیا کښې همېشه دَ حق ملګری اؤ پوهه کسان کم وی۔ اکثریت هم دَ هغه خلقو وی څوک چې بې اصوله تش پهٔ خیالونو اؤ اټکلونو پسې ګرځی۔ کهٔ تهٔ هم دَ دې اکثریت خبره ومنې اؤ پهٔ بې اصوله خبرو پسې روان شې نو دَ الله تعالیٰ دَ صحیح لارې نه به بې درکه شې۔ دا خطاب حضور اکرمﷺ ته دے خو اوروی ېٔ مونږ ته۔ دَ دې جاهلانو ګډو وډو خبرو کښې به یوه دا هم وه چې دَ حلال کړی څاروی پهٔ حق کښې به ېٔ وې چې کوم څاروے چې خپله مړ شی (میته) نو هغې ته خو مسلمانان حرام وائی حالانکې هغه الله تعالیٰ وژلے وی اؤ کوم چې دوی خپله وژنی هغې ته حلال وائی۔ دا څنګه اپوټه خبره ده چې دَ الله وژلے حرام ګڼی اؤ خپل وژلے حلال ګڼی۔ دَ دې ځواب پهٔ مخکښې آیتونو کښې راغلے دے۔
حضرت شاه صاحبؒ پهٔ موضح القرآن کښې لیکلی دی، دا ګڼ آیتونه پهٔ دې حق کښې راغلی دی چې مشرکانو به وې، مسلمانان دَ الله وژلے شے نهٔ خوری اؤ خپل وژلے خوری۔ داسې دَ چل ول خبرې بنیادمو ته شیطان ښئی۔ پهٔ دې پوهه شیٔ چې حلال اؤ حرام یواځې دَ الله پهٔ حکم کیږی۔ پهٔ دې کښې دَ بنیادم دَ عقل څهٔ دخل نشته۔ مخکښې فرمائی چې وژنی ټول الله پاک خو دَ الله پهٔ نوم کښې دا برکت دے چې پهٔ کوم څاروی دَ وژلو وخت کښې دَ الله نوم یاد کړې شی هغه حلال دے اؤ چې پهٔ کوم یاد نهٔ کړې شی هغه حرام دے۔
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ مَنْ یَّضِلُّ عَنْ سَبِیْلِهٖ١ۚ وَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ۝۱۱۷
ستا رب ښهٔ پېژنی چې څوک ګمراه دے دَ هغهٔ دَ لارې نه۔ اؤ هغه پېژنی هغه خلق چې دَ هغهٔ پهٔ لار روان دی۔
فَكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ بِاٰیٰتِهٖ مُؤْمِنِیْنَ۝۱۱۸
نو تاسو خوریٔ دَ هغه څاروی غوښه چې دَ الله نوم پرې اخستې شوے دے ، کهٔ تاسو دَ هغهٔ پهٔ حکمونو ایمان لریٔ۔ ف۱۶۱
ف۱۶۱: یعنی کله چې تاسو دَ رسول اکرمﷺ نبوت اؤ دَ قرآن حقانیت ومنلو اؤ دَ هغې پهٔ احکامو مو اصولی طور ایمان راؤړو نو اوس پهٔ جزئیاتو اؤ فروعو کښې دَ هغه قرآن حکم منل هم ضروری دی۔ کهٔ پهٔ عقل کار کېدے نو بیا خو دَ وحې اؤ نبوت هډو ضرورت نهٔ وهٔ۔
وَ مَا لَكُمْ اَلَّا تَاْكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَ قَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَّا حَرَّمَ عَلَیْكُمْ اِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ اِلَیْهِ١ؕ وَ اِنَّ كَثِیْرًا لَّیُضِلُّوْنَ بِاَهْوَآىِٕهِمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِیْنَ۝۱۱۹
اؤ څهٔ سبب دے چې تاسو نهٔ خوریٔ دَ هغه څاروی غوښه چې دَ الله نوم پرې اخستې شوے دے۔ اؤ حال دا دے چې الله تفصیل سره بیان کړی دی څهٔ چې ېٔ پهٔ تاسو حرام کړی دی مګر کله چې مجبوره شیٔ دَ هغې خوراک ته ف۱۶۲ اؤ ډېر خلق ګمراه کؤل کوی دَ خپلو خیالاتو پهٔ وجه بې دَ څهٔ ثبوت نه۔ بېشکه ستا رب ښهٔ پېژنی دَ حد نه وتونکی خلق۔ ف۱۶۳
ف۱۶۲: یعنی دَ مجبوریٔ حالت چې ترېنه وباسې نو کوم څیزونه چې حرام دی دَ هغې پوره تفصیل بیان شوے دے۔ پهٔ هغه حرامو څیزونو کښې دَ الله پهٔ نوم حلال شوی څاروی ذکر نشته نو بیا دَ دې دَ نهٔ خوړو څهٔ وجه کېدے شی۔
ف۱۶۳: دَ مسلمان دا عقیده ده چې دَ هر څیز پیدا کؤنکے هم الله تعالیٰ دے اؤ هر څیز وژنی هم هغه۔ نو څنګه چې دَ الله پاک پهٔ پیدا کړی څیزونو کښې دَ ځنو خوراک زمونږ خوښ اؤ مونږ ته فائده مند دے اؤ دَ ځنو څیزونو نه مونږ کرکه کوؤ اؤ نقصانی دی لکه زهری اؤ ګنده څیزونه۔ دغه شان دَ هغهٔ وژلی څیزونه هم دوه قسمه دی یو هغه چې پاک طبیعت ترېنه کرکه کوی یا دَ هغې خوراک زمونږ دَ بدنی یا روحانی صحت دپاره دَ الله پهٔ نزد نقصانی دے۔ لکه هغه دَ وینې والا څاروے چې پخپله مړ شی اؤ وینه ېٔ پهٔ غوښه کښې جذب شی۔ بل هغه پاک څاروے چې حلال شی دَ الله پهٔ نوم اؤ وینه ترېنه وبهیږی نو دا هم الله وژنی خو دَ مسلمان دَ چاړهٔ پهٔ واسطه۔ نو دَ الله دَ نوم پهٔ برکت دَ دې غوښه پاکه اؤ صفا شی۔ نو څوک چې دې دواړو ته یو شان وائی هغه دَ حد نه وتونکی دی۔
وَ ذَرُوْا ظَاهِرَ الْاِثْمِ وَ بَاطِنَهٗ١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْسِبُوْنَ الْاِثْمَ سَیُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوْا یَقْتَرِفُوْنَ۝۱۲۰
اؤ تاسو پرېږدیٔ څرګنده ګناه اؤ پټه ګناه ۔ بې شکه کوم خلق چې ګناه کوی ډېر ژر به دَ خپلو کړو سزا بیا مومی۔ ف۱۶۴
ف۱۶۴: یعنی دَ کافرانو پهٔ غلطو خبرو مهٔ زړهٔ کښې شک اچویٔ اؤ مهٔ ورباندې عمل کویٔ۔
وَ لَا تَاْكُلُوْا مِمَّا لَمْ یُذْكَرِ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَ اِنَّهٗ لَفِسْقٌ١ؕ وَ اِنَّ الشَّیٰطِیْنَ لَیُوْحُوْنَ اِلٰۤی اَوْلِیٰٓـِٕهِمْ لِیُجَادِلُوْكُمْ١ۚ وَ اِنْ اَطَعْتُمُوْهُمْ اِنَّكُمْ لَمُشْرِكُوْنَ۠۝۱۲۱
اؤ دَ هغه څاروی غوښه مهٔ خوریٔ چې دَ الله نوم پرې نهٔ وی اخستے شوے ف۱۶۵ دَ دې خوړل ګناه ده ، اؤ شیطان پهٔ زړهٔ کښې اچوی خپلو دوستانو ته چې تاسو سره جګړې وکړی ، اؤ کهٔ تاسو دَ هغوی خبره ومنله نو تاسو هم مشرکان شویٔ۔ ف۱۶۶
ف۱۶۵: یعنی نهٔ پرې دَ الله نوم حقیقةً اخستے شوے وی ، نهٔ حکمًا۔ احناف پهٔ قصدًا بِسْمِ اللہ نهٔ وئیلو کښې دَ حکمی ذکر دعوٰی کوی۔
ف۱۶۶: یعنی شرک یواځې دا نهٔ دے چې دَ غیر الله عبادت وکړې شی۔ بلکې دا هم دَ شرک پهٔ حکم کښې دے چې دَ څهٔ څیز پهٔ حلال یا حرام ګڼلو کښې شرعی حکم پرېږدی اؤ دَ خپل خواهش تابع شی۔ لکه چې دَ ۔۔۔۔۔۔۔۔ پهٔ تفسیر کښې نقل شوی دی چې اهلِ کتابو دَ وحی الٰهی تابعداری پرېښوه اؤ خپلو بزرګانو اؤ عالمانو ته ېٔ دَ حرامو اؤ حلالو حکم حواله کړو۔
اَوَ مَنْ كَانَ مَیْتًا فَاَحْیَیْنٰهُ وَ جَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا یَّمْشِیْ بِهٖ فِی النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِی الظُّلُمٰتِ لَیْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا١ؕ كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْكٰفِرِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۲۲
ښه یو سړے چې مړ وهٔ بیا مونږ ژوندے کړو اؤ داسې رڼا مو ورکړه چې ګرځوی ېٔ دَ ځان سره پهٔ خلقو کښې ، برابرېدې شی دَ هغه سړی سره چې پهٔ تیرو کښې ټکرې وهی ، وتے ترېنه نهٔ شی هم دغه شان ښائسته کړی شوی دی کافرانو ته دَ هغوی کارونه۔ ف۱۶۷
ف۱۶۷: اول بیان شو چې شیطانان خپلو ملګریو ته زړهٔ کښې دا اچوی چې مسلمانانو سره جګړې کویٔ ، چې پهٔ دې بحثونو اؤ ټګۍ ټورۍ دوی دَ حقې لارې نه واپس شی۔ لېکن دوی ته دا کچه خیال دَ خپل زړهٔ نه وېستل پکار دی۔ هغه خلق چې دَ جهالت پهٔ مرګ مړهٔ وو ، بیا دَ ایمان اؤ معرفت پهٔ رڼا الله پاک ژوندی کړل اؤ دَ قرآن رڼا ېٔ ورکړه چې دَ دې پهٔ مدد هغوی دَ خلقو دَ جهالت اؤ ګمراهیٔ پهٔ ګڼه کښې بې تکلیفه پهٔ نېغه لار روان دی نو آیا داسې خلق دَ هغې خلقو سره سمېدې شی کوم چې دَ شیطان پهٔ خطا کؤلو دَ ګمراهیٔ پهٔ تیرو کښې ټکرې خوری اؤ دَ وتو لار نهٔ مومی (یعنی دا دواړه ډلې هېچرې نهٔ شی برابرېدے) ځکه چې دوی دا تیارهٔ رڼا اؤ بدی نیکی ګڼی، داسې هېچرې نهٔ شی کېدے۔
وَ كَذٰلِكَ جَعَلْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ اَكٰبِرَ مُجْرِمِیْهَا لِیَمْكُرُوْا فِیْهَا١ؕ وَ مَا یَمْكُرُوْنَ اِلَّا بِاَنْفُسِهِمْ وَ مَا یَشْعُرُوْنَ۝۱۲۳
اؤ هم دغه شان ګرځؤلی دی مونږ پهٔ هر کلی کښې دَ هغوی سرداران مجرمان چې مکرونه پکښې کوی۔ اؤ دوی چې څهٔ مکر کوی دَ خپلو ځانونو سره کوی خو فکر نهٔ کوی۔ ف۱۶۸
ف۱۶۸: یعنی دا نن یواځې دَ مکّې معظّمې سرداران داسې نهٔ کوی، همېشه راسې دَ کافرانو سرداران دغسې چلونه ولونه جوړوی چې غریب خلق دَ پېغمبرانو دَ تابعداریٔ نه منع کړی، څنګه چې فرعون دَ موسٰیؑ معجزه ولیده نو دا بهانه ېٔ جوړه کړه چې دا خو سحر جادو دے۔ دې دَ جادو پهٔ زور زما نه حکومت قبضه کؤل غواړی۔ لېکن دَ دې سردارانو دا چلونه ولونه پهٔ پخو ایماندارو نهٔ شی چلېدے، هغوی پهٔ دې جال کښې نهٔ شی راګېرؤلے ، هسې خپل انجام خرابوی اؤ ځان ته نقصان رسوی خو دې وخت کښې پرې نهٔ پوهیږی۔ (دَ مرګ نه پس به ورته پته ولګی)
وَ اِذَا جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ حَتّٰی نُؤْتٰی مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ رُسُلُ اللّٰهِ١ؔۘؕ اَللّٰهُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗ١ؕ سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا صَغَارٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَ عَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا كَانُوْا یَمْكُرُوْنَ۝۱۲۴
اؤ کله چې راځی دوی سره زمونږ آیتونه ، نو وائی مونږ هرګز نهٔ منو ، تر څو چې را نهٔ کړې شی څنګه چې ورکړی شوی وو دَ الله رسولانو ته۔ الله ښهٔ پېژنی هغه ځائې چرته چې خپل پیغام استوی۔ ډېر ژر به ورسی ګناهګارو ته ذلت دَ الله پهٔ دربار کښې اؤ عذاب سخت ځکه چې هغوی فریب کؤلو۔ ف۱۶۹
ف۱۶۹: دَ دوی دَ مکاریٔ اؤ چل ول جوړؤلو یو غټ مثال دا دے چې کله دَ پېغمبرانو دَ صداقت څهٔ نښانه ووینی نو وائی چې مونږ دا نښانې نهٔ شو منلے ، مونږ خو به هله ومنو چې دَ آسمان نه فرښتې راکوزې شی اؤ څنګه چې دې پېغمبرانو ته دَ الله کلام راؤړی دغسې مونږ ته هم براه راست دَ الله نه حکم راؤړی یا نعوذ بالله الله پاک خپله مونږ ته مخامخ راشی اؤ خپله راته ووائی (چې دا پېغمبران ما ستاسو دَ هدایت دپاره راستؤلی دی) نو مونږ به ایمان راؤړو۔ وَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَ نَا لَوْ لَآ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْمَلٰٓئِکَةُ اَوْ نَرٰی رَبَّنَا لَقَدِ اسْتَکْبَرُوْا فِیْٓ اَنْفُسِهِمْ وَ عَتَوْا عُتُوًّا کَبِیْرًا (سورت فرقان، رکوع ۳) (اؤ وې هغه کسانو چې زما دَ ملاقات امید نهٔ کوی ولې نهٔ راکوزیږی پهٔ مونږ باندې فرښتې یا کهٔ مونږ لیدلے وې خپل رب ، ډېر تکبّر کوی پهٔ خپلو زړونو کښې اؤ ډېر غټ شرارت کوی) دا خو الله پاک پېژنی چې څوک دَ پېغمبریٔ قابل دے اؤ څوک دا عظیم امانت سنبالؤلے شی۔ دا څهٔ کسبی شے نهٔ دے چې پهٔ مشقت، محنت یا مال و دولت حاصل کړې شی اؤ نهٔ هر سړے دَ دې لوئے مرتبې قابل کېدے شی۔ دې مکارانو ته خبرېدل پکار دی چې ډېر ژر به دَ دوی دَ دې متکبّرانه مطالبې ځواب پهٔ سخت عذاب ورکړې شی۔
فَمَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ اَنْ یَّهْدِیَهٗ یَشْرَحْ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ١ۚ وَ مَنْ یُّرِدْ اَنْ یُّضِلَّهٗ یَجْعَلْ صَدْرَهٗ ضَیِّقًا حَرَجًا كَاَنَّمَا یَصَّعَّدُ فِی السَّمَآءِ١ؕ كَذٰلِكَ یَجْعَلُ اللّٰهُ الرِّجْسَ عَلَی الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۱۲۵
نو چا ته چې دَ الله خوښه وی چې هدایت ورکړی نو پرانځی دَ هغهٔ سینه اسلام قبلؤلو ته۔ اؤ چا ته چې ېٔ خوښه وی چې ګمراه ېٔ کړی دَ هغهٔ سینه تنګه کړی ډېره تنګه لکه چې پهٔ زور آسمان ته خیژی، ف۱۷۰ دغسې به وراچوی الله عذاب پهٔ ایمان نهٔ راؤړونکیو باندې۔
ف۱۷۰: یعنی پهٔ زور آسمان ته ختل غواړی خو ختې نهٔ شی نو زړهٔ ېٔ ډېر تنګ دے۔
وَ هٰذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِیْمًا١ؕ قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ۝۱۲۶
اؤ دغه ده ستا دَ رب نېغه لار ۔ مونږ پهٔ تفصیل سره بیان کړې خپلې نخښې غور کوؤنکیو دپاره۔ ف۱۷۱
ف۱۷۱: دَ چا چې دَ ایمان راؤړو اراده نهٔ وی پهٔ هغهٔ باندې عذاب پهٔ دې طریقه راځی چې پهٔ ورو ورو دَ هغهٔ سینه تنګیږی چې دَ حق دَ قبلؤلو ګنجائش پکښې پاتې نهٔ شی۔ بیا هم دغه دَ سینې تنګېدو عذاب به ورته دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ مخصوص شکل کښې مخې ته راشی۔ مترجم رحمة الله علیه چې دَ رِجْسٌ ترجمه عذاب کړے دے ، دا تفسیر دَ عبد الرحمٰن بن زید ابن اسلم نه مروی دے اؤ ابن عباسؓ دلته دَ رِجْسٌ نه مطلب شیطان اخستې دے۔ اصل کښې رِجْسٌ ناپاک ته وائی اؤ دَ شیطان نه ناپاک به بل څهٔ وی۔ پهٔ دې تفصیل به دَ آیت مطلب دا وی چې دغه شان دَ دوی دَ جرمونو پهٔ وجه پهٔ دوی باندې شیطان داسې قبضه وکړی چې چرې ورته حق طرف ته دَ راؤړېدو موقع نهٔ ورکوی۔ حضرت شاه صاحبؒ پهٔ موضح القرآن کښې لیکلی دی چې اول فرمائیلی شوی وو چې کافران قسمونه خوری کهٔ معجزه ووینو نو ایمان به راؤړو۔ اوس فرمائی چې مونږ دَ ایمان توفیق نهٔ ورکوؤ نو دوی به ایمان څنګه راؤړی۔ پهٔ مینځ کښې دَ ذبیحې اؤ مردارې حیله بیان شوه اؤ دَ هغې ځواب ورکړې شو۔ اوس فرمائی دَ چا عقل چې دې خوا روان وی چې کهٔ معجزه ووینی نو هم خپله خبره نهٔ پرېږدی اؤ هغې ته څهٔ بهانه جوړوی۔ دا دَ ګمراهیٔ علامه ده اؤ دَ چا عقل چې پهٔ انصاف اؤ تابعداریٔ روان وی دا دَ هدایت علامه ده۔ پهٔ دې خلقو کښې دَ ګمراهیٔ علامې دی۔ دوی باندې معجزې اثر نهٔ شی کؤلے۔ باقی دَ هدایت اؤ ګمراهیٔ نسبت الله پاک طرف ته کېدل دَ دې متعلق فوائدو کښې مخکښې ډېر ځایه بیان شوے دے اؤ بیا بیا به هم پهٔ خپله خپله موقع کیږی خو دا ډېره ووږده مسئله ده۔ مولانا عثمانی فرمائی پهٔ دې وجه زمونږ نیت دے چې دَ دې متعلق یو مستقل مضمون ولیکلے شی اؤ دَ دې تفسیر سره یو ځائې شی۔ وبالله التوفیق
لَهُمْ دَارُ السَّلٰمِ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ هُوَ وَلِیُّهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۲۷
هم دَ داسې خلقو دپاره دے دَ سلامتیا کور دَ خپل رب سره اؤ هغه رب مددګار دے دَ هغوی دَ عملونو پهٔ وجه۔ ف۱۷۲
ف۱۷۲: یعنی څوک چې دَ اسلام اؤ فرمانبرداریٔ پهٔ نېغه لار روان وی هم هغه به دَ سلامتیا کور ته رسی اؤ الله پاک به دَ هغوی مددګار اؤ ملګرے وی۔ دا حال خو دَ هغه چا شو دَ چا ملګرے چې پروردګار وی۔ دې نه مخکښې دَ شیطان دَ ملګریو حال بیانیږی۔
وَ یَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا١ۚ یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُمْ مِّنَ الْاِنْسِ١ۚ وَ قَالَ اَوْلِیٰٓؤُهُمْ مِّنَ الْاِنْسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَّ بَلَغْنَاۤ اَجَلَنَا الَّذِیْۤ اَجَّلْتَ لَنَا١ؕ قَالَ النَّارُ مَثْوٰىكُمْ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ۝۱۲۸
اؤ پهٔ کومه ورځ چې به راجمع کړی دا ټول ۔ ورته به وائی اے دَ پېریانو ډلې تاسو ډېر بنیادم دَ خپل ځان تابع کړی دی۔ ف۱۷۳ اؤ وائی دَ دې پېریانو دوستان بنیادم۔ اے زمونږه ربه کار واخستو مونږ دَ یو بل نه اؤ اوس را ورسیدو هغه نېټې ته چې تا راته مقرر کړے وه۔ ف۱۷۴ الله به ووائی اور دے ستاسو کور وسیٔ به پهٔ دې کښې مګر کله چې الله وغواړی۔ ف۱۷۵ بېشکه ستا رب دَ حکمتونو مالک پهٔ هر څهٔ خبر دے۔ ف۱۷۶
ف۱۷۳: یعنی اے دَ پېریانو شیطانانو تاسو ډېر بنیادم تباه کړل چې پهٔ خپله لار مو راواړؤل۔
ف۱۷۴: پهٔ دنیا کښې چې کوم بنیادم دَ بتانو یا بل غیر الله عبادت کوی نو دا پهٔ حقیقت کښې دَ شیطان خبیث عبادت دے۔ دا خلق پهٔ دې خیال دَ بتانو اؤ نورو معبودانو عبادت کوی اؤ نذرانې ورکوی چې دوی به زمونږ څه مدد وکړی۔ اؤ ډېر مشرکانو به دَ سختیٔ پهٔ وخت کښې دَ پېریانو نه امداد غوښتو لکه چې پهٔ سورتِ جن کښې ذکر دے اؤ ابنِ کثیر روایات نقل کړی دی کله چې به پهٔ آخرت کښې دا دَ پېریانو شیطانان اؤ بنیادم پهٔ ځائې ونیوی شی اؤ اصل حقیقت څرګند شی نو مشرکان به دا عذر کوی چې اے پروردګاره مونږ خو دَ شیطان عبادت نهٔ وهٔ کړے۔ هغه خو هسې دَ هغې وخت ضرورت پوره کؤلو دپاره دوستی وه اؤ دَ دنیا دَ کار روانؤلو دپاره مو دَ یو بل نه کار اخستو۔ مونږ خو دَ دوی عبادت نهٔ کؤلو۔
ف۱۷۵: دا چې فرمائیلی شوی دی ” مګر کله چې الله وغواړی“ دا ځکه چې دَ دوزخ عذاب کهٔ کافرو دپاره دائمی دے نو هم ځکه چې الله دغسې غواړی کهٔ کله ېٔ موقوف کؤل وغواړی نو پهٔ دې هم قادر دے۔ لېکن دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ ېٔ خلقو ته دا خبر ورکړے دے چې الله دا غواړی چې کافر به همېشه پهٔ دوزخ کښې وی نو اوس به دا اراده بدلوی نه۔ (اګرچې پهٔ بدلؤلو ېٔ قادر دے)
ف۱۷۶: یعنی دَ مجرمانو پهٔ جرمونو پوره پوره خبر دے اؤ دَ خپل کامل حکمت مطابق به دَ هر جرم مناسب سزا ورکوی۔
وَ كَذٰلِكَ نُوَلِّیْ بَعْضَ الظّٰلِمِیْنَ بَعْضًۢا بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۠۝۱۲۹
اؤ هم دغه شان به مونږ یوځائې کوؤ ګنهګار دَ یو بل سره۔ دَ دوی دَ عملونو پهٔ سبب ف۱۷۷
ف۱۷۷: څنګه چې تاسو دَ پېریانو دَ شیطانانو اؤ دَ هغوی دَ دوستانو بنیادمو حال واؤرېدو چې پهٔ اور کښې پراتهٔ دی۔ دغسې به مونږ ټول ظالمان ، ګنهګار اؤ بدکاران دَ خپل عمل دَ سزا مناسب یو بل سره نژدے کوؤ اؤ کوم چې دَ کومې درجې ګنهګار وی دَ خپلې درجې دَ ګنهګارو سره به پهٔ دوزخ کښې یو ځائې کیږی۔
یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ وَ یُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا١ؕ قَالُوْا شَهِدْنَا عَلٰۤی اَنْفُسِنَا وَ غَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَ شَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ۝۱۳۰
اے پېریانو اؤ بنیادمو ټولو آیا نهٔ وو درغلی تاسو ته رسولان هم ستاسو نه چې اورؤل ېٔ تاسو ته زما حکمونه اؤ ویرؤلی ېٔ تاسو دَ دې ورځې دَ ملاقات نه۔ ف۱۷۸ دوی به ووائی مونږ اقرار کوؤ دَ خپلو ګناهونو ، اؤ دوی ته دوکه ورکړه ژوند دَ دنیا۔ ف۱۷۹ اؤ اقرار ېٔ وکړو دَ خپل ځان خلاف دَ دې خبرې چې مونږ کافر وو۔ ف۱۸۰
ف۱۷۸: پورته دَ پېریانو اؤ بنیادمو دَ جرمونو دَ سزا بیان وهٔ اؤ دَ شیطانانو دَ ملګریو عذر هم بیان شو۔ اوس فرمائی چې دَ هغوی دا دَ دروغو بیانونه به قبلیږی نه۔ پهٔ دنیا کښې دوی باندې حجت پوره شوے وهٔ۔ دَ ښهٔ بد خبر ورکړې شوے وهٔ۔ دَ دې اقرار به اوس هغوی خپله هم وکړی۔ دا ” یَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ“ خطاب به دَ قیامت پهٔ ورځ وی۔ دا خطاب دَ جن و انس مجموعې ته دے یعنی ټولو مکلّفینو ته دے۔ هر یو ته بیل بیل خطاب نهٔ دے چې دا اعتراض وشی چې پېغمبران خو همېشه پهٔ بنیادمو کښې راغلی دی۔ پهٔ پېریانو کښې یو پېغمبر هم نهٔ دے راغلے نو هغوی ته رَسُوْلٌ مِّنْکُمْ څنګه وئیلے شی۔ مطلب دا دے چې خطاب مجموعې ته دے نو پهٔ دې کښې هره یوه ډله کښې چې رسول راغلے وی مجموعې ته خطاب صحیح کیږی لکه چې څوک ووائی اے دَ عربو اؤ عجمو اؤ مشرق اؤ مغرب بنیادمو ولې تاسو ته الله پاک دَ محمّدﷺ غوندې کامل رسول نهٔ وهٔ راستؤلے۔ پهٔ دې څوک اعتراض نهٔ شی کؤلے چې حضور اکرمﷺ خو پهٔ عربو کښې پیدا شوے وهٔ پهٔ نورو قومونو کښې خو نهٔ وهٔ۔ نو څنګه چې دا اعتراض غلط دے ، دغسې پهٔ دې خطاب هم دا اعتراض غلط دے چې پېغمبران خو پېریانو کښې نهٔ دی راغلی۔ اګرچې دې آیت کښې دَ دې څهٔ ذکر نشته خو دَ نورو ځایونو نه دا ثابته ده چې پېریانو ته مستقل رسول نهٔ دے راغلے۔ هغوی پهٔ ټولو احکامو کښې دَ بنیادمو تابع ګرځؤلی شوی دی لکه څنګه چې دَ سورتِ جن دَ آیتونو اؤ ګڼو حدیثونو نه ثابتیږی۔ دا څهٔ قانون نهٔ دے چې دَ مخلوق هرې نوعې ته دَ خپلې نوعې نه پېغمبر راځی۔ باقی بنیادمو ته چې دَ فرښتو رسولانو راستؤلو انکار پهٔ قرآن کښې شوے دے نو دَ هغې اصل منشا دا ده چې عام خلق پهٔ خپل اصل شکل کښې دَ فرښتو لیدلو طاقت نهٔ لری اؤ کهٔ دَ بنیادم پهٔ شکل کښې ورته راغلے وې نو بیا به ورته هسې شک کېدو چې پهٔ رښتیا فرښتې دی اؤ کهٔ نهٔ دی نو چا ته به ترېنه پوره فائده نهٔ رسېده۔ هم دغه شان کهٔ پېریانو کښې دَ نبوت قابلیت وې هم بنیادمو ته پرې رسالت نهٔ شو راتلې۔ ځکه چې پېریان هم پهٔ اصلی شکل کښې دَ بنیادمو پهٔ نظر نهٔ راځی اؤ کهٔ دَ بنیادمو پهٔ شکل راتلې نو بیا هم پکښې به دا شک وهٔ چې بنیادم دے اؤ کهٔ پېرے دے۔ البته بنیادم پېریانو دپاره رسول کېدو کښې څهٔ اشکال نشته چې پېریانو ته دَ بنیادمو لیدل اؤ پېژندل څهٔ ګران نهٔ دے۔ اؤ پېغمبرانو ته الله پاک دومره دَ زړهٔ طاقت ورکړے وی چې پهٔ هغهٔ هم دَ پېریانو دَ هیبتناک شکل څهٔ اثر نهٔ پرېوځی۔
ف۱۷۹: یعنی دَ دنیا مزو هغوی دَ آخرت نه غافل کړی دی۔ چرته ېٔ دا خیال کښې هم نهٔ راځی چې یوه ورځ به دَ الله پاک دربار کښې حاضریږو اؤ دَ ذرې ذرې حساب به راسره کیږی۔
ف۱۸۰: پهٔ دغه سورت کښې وړاندې راغلی دی چې کافر به اول دَ خپل کفر نه انکار وکړی بیا به ېٔ الله تعالیٰ پهٔ څهٔ هنر باندې پهٔ خپلو ګناهونو قائل کړی۔
ذٰلِكَ اَنْ لَّمْ یَكُنْ رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّ اَهْلُهَا غٰفِلُوْنَ۝۱۳۱
دا ځکه چې ستا رب نهٔ تباه کوی کلی دَ هغوی دَ ظلم پهٔ وجه پهٔ داسې حال کښې چې دَ هغه کلیو خلق بې خبره وی۔
وَ لِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا١ؕ وَ مَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ۝۱۳۲
اؤ دَ هر یو دپاره درجې دی دَ هغوی دَ عمل اؤ ستا رب بې خبره نهٔ دے دَ هغوی دَ کارونو نه۔ ف۱۸۱
ف۱۸۱: یعنی دَ الله پاک دا طریقه نهٔ ده چې څوک دې خبرداریٔ نه مخکښې دَ خپلو ګناهونو پهٔ وجه پهٔ دنیا یا اخرت کښې راګېر کړی اؤ تباه ېٔ کړی۔ رسولان ېٔ دې دپاره راستؤلی دی چې پېریان اؤ بنیادم ټول دَ ښویٔدو اؤ دَ هغې دَ انجام نه خبر کړی۔ بیا چې چا څنګه عمل وکړو الله پاک به ورسره هغه شان معامله کوی۔ جزا یا سزا څهٔ مناسب وی۔
وَ رَبُّكَ الْغَنِیُّ ذُو الرَّحْمَةِ١ؕ اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَ یَسْتَخْلِفْ مِنْۢ بَعْدِكُمْ مَّا یَشَآءُ كَمَاۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ ذُرِّیَّةِ قَوْمٍ اٰخَرِیْنَؕ۝۱۳۳
اؤ ستا رب بې پرواه دے دَ رحمتونو خاوند۔ کهٔ وغواړی نو تاسو به ورک کړی۔ اؤ ستاسو پهٔ ځائې به کښېنوی څوک چې ېٔ خوښ وی۔ څنګه چې ېٔ تاسو راپیدا کړیٔ دَ بل قوم دَ نسل نه۔
اِنَّ مَا تُوْعَدُوْنَ لَاٰتٍ١ۙ وَّ مَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ۝۱۳۴
دَ کوم څیز چې تاسو سره وعده کیږی هغه ضرور راتلونکے دے اؤ تاسو ېٔ عاجز کؤلے نهٔ شیٔ۔ ف۱۸۲
ف۱۸۲: الله پاک رسولان راواستؤل خپل دلیل ېٔ پوره کړو۔ اوس کهٔ څوک منی اؤ کهٔ نهٔ منی، هغه بې پرواه دے کهٔ وغواړی نو ټول به پهٔ یو دم تباه کړی اؤ نور مخلوق به پیدا کړی چې هغه به دَ الله پاک تابعدار وی اؤ دا کار الله پاک ته هېڅ هم ګران نهٔ دے۔ نن چې تاسو دَ کوم پلار نیکهٔ پهٔ ځائې ناست ییٔ آخر هغه خو هم دغه الله پورته کړی اؤ تاسو ېٔ دَ هغوی پهٔ ځائې کښېنولی ییٔ۔ بهرحال دَ الله پاک کار نهٔ بندیږی کهٔ تاسو نهٔ منیٔ بل قوم به ېٔ ومنی۔ البته دا سوچ وکړیٔ چې کهٔ دغه شان نافرمانی کویٔ نو دَ الله عذاب بیا څوک منع کؤلے نهٔ شی اؤ نهٔ ترېنه څوک چرته بچ کېدے شی۔ کهٔ تمام مخلوق راجمع شی هم الله دَ خپلې ارادې جاری کؤلو نه عاجز کؤلے نهٔ شی۔
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ١ۚ فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ١ۙ مَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ۝۱۳۵
ورته ووایه اے خلقو تاسو کار کویٔ پهٔ خپل ځائې باندې ، زهٔ هم خپل کار کوم ، نو ډېره ژر به تاسو ته پته ولګی چې دَ چا دپاره دے دَ آخرت کور ، بېشکه نهٔ شی کامیابېدے ظالمان۔ ف۱۸۳
ف۱۸۳: یعنی ما دَ ښهٔ اؤ بد هر څهٔ نه خبر کړیٔ اؤ کهٔ تاسو بیا هم پهٔ خپل ځان ظلم کؤلو نه نهٔ منع کېږیٔ نو څهٔ چې مو خوښه وی کویٔ۔ ما خپل فرض پوره کړو ډېر ژر به درته پته ولګی چې پهٔ دې دنیا کښې اخر انجام کامیابی به دَ چا وی بېشکه دَ ظالمانو انجام همېشه خراب وی۔ دَ دې نه پس دَ هغوی یو څو ناکاره عقیدې اؤ عملونه بیانیږی۔ دَ ټولو نه غټ ظلم خو شرک دے۔ اِنَّ الشِّرْکَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ۔
وَ جَعَلُوْا لِلّٰهِ مِمَّا ذَرَاَ مِنَ الْحَرْثِ وَ الْاَنْعَامِ نَصِیْبًا فَقَالُوْا هٰذَا لِلّٰهِ بِزَعْمِهِمْ وَ هٰذَا لِشُرَكَآىِٕنَا١ۚ فَمَا كَانَ لِشُرَكَآىِٕهِمْ فَلَا یَصِلُ اِلَی اللّٰهِ١ۚ وَ مَا كَانَ لِلّٰهِ فَهُوَ یَصِلُ اِلٰی شُرَكَآىِٕهِمْ١ؕ سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ۝۱۳۶
اؤ دوی مقرره وی دَ الله دپاره هم دَ هغهٔ پهٔ پیدا کړی فصلونو اؤ څاروو کښې څهٔ برخه۔ بیا وائی چې دا دَ الله برخه ده پهٔ خپل خیال اؤ دا زمونږ دَ شریکانو ده۔ نو کومه برخه چې دَ دوی دَ شریکانو ده دَ هغې نه خو الله ته نهٔ رسی اؤ کومه چې دَ الله ده هغه رسی دَ دوی دَ شریکانو طرف ته۔ څومره خراب انصاف کوی دوی۔ ف۱۸۴
ف۱۸۴: حضرت شاه صاحبؒ فرمائی:
”کافرانو به پهٔ خپلو فصلونو اؤ څاروو کښې دَ الله پاک نذر جُدا کؤلو اؤ دَ بتانو نذر به ېٔ جُدا کؤلو۔ بیا چې به ورته دَ الله پاک پهٔ حصه کښې یو څاروے یا څهٔ شے ښهٔ ښکاره شو نو هغه به ېٔ دَ بُتانو برخې ته واړؤلو اؤ دَ هغې برخې نه به ېٔ څهٔ ښهٔ شے دېخوا نهٔ را اړؤلو۔ دَ بتانو نه به ډېر ویرېدل۔ اؤ دَ الله نه دومره نهٔ ویرېدل۔ هم دغه شان پهٔ غله جُدا کؤلو کښې کهٔ به دَ الله پاک دَ برخې نه څهٔ شے دَ بتانو برخې ته راګډ شو نو هغه به ېٔ بیا نهٔ جُدا کؤلو اؤ کهٔ دَ بتانو دَ برخې نه به څهٔ شے دېخوا راغلو نو هغه به ېٔ بیا هغې کښې واچؤلو۔ بهانه به ېٔ دا کؤله چې الله پاک بې پرواه دے کهٔ دَ هغهٔ څهٔ کم شی نو څهٔ فکر نشته۔ اؤ بتان داسې بې پرواه نهٔ دی۔ پهٔ دې آیتونو کښې دَ هغوی دَ دې تقسیم اؤ دَ دې حالت بد وئیلی شوی دی۔ اول خو دا څهٔ دَ عقل کار نهٔ دے چې بتان دَ الله سره شریکان کړی۔ بیا زیاتی دا هم چې دَ الله تعالیٰ پیدا کړی فصلونو اؤ څاروو کښې ښهٔ ښهٔ اؤ ډېر خو دَ بتانو پهٔ نوم شی اؤ خراب اؤ لږ دَ الله تعالیٰ پهٔ نوم شی۔ دا ورپسې زیاتی ظلم اؤ بې انصافی۔
وَ كَذٰلِكَ زَیَّنَ لِكَثِیْرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ قَتْلَ اَوْلَادِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِیُرْدُوْهُمْ وَ لِیَلْبِسُوْا عَلَیْهِمْ دِیْنَهُمْ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَ مَا یَفْتَرُوْنَ۝۱۳۷
اؤ هم دغه شان ښائسته کړے دے دَ ډېرو مشرکانو پهٔ نظر کښې دَ خپل اولاد قتل دَ دوی شریکانو چې دوی تباه کړی اؤ دین ورباندې ګډوډ کړی۔ ف۱۸۵ اؤ کهٔ الله غوښتے نو دوی به دا کار نهٔ وهٔ کړے نو پرېږده ېٔ دوی پوهیږی اؤ دَ دوی دروغ پوهیږی۔ ف۱۸۶
ف۱۸۵: دلته دَ شُرَکَاء“ تفسیر مجاهدؒ پهٔ شیطانانو کړے دے۔ دَ مشرکانو غټ جهالت اؤ سنګدلی دا هم وه چې چا به خپلې لوڼه دَ وادهٔ کؤلو دَ شرم نه اؤ چا دَ رزق دَ غم نه پخپله قتل کؤلے اؤ کله به ېٔ نذر منلو کهٔ دومره ځامن مې وشو نو یو ځوئے به دَ فلانی بت پهٔ نوم حلال کړم اؤ بیا دا چې دا ظالمانه کار ېٔ عبادت اؤ ثواب هم ګڼلو۔ داسې ناکاره کارونه ورته شیطان ښائسته کړی وو۔ غالبًا دا دَ سنّتِ ابراهیمی نقل وهٔ چې (هغهٔؑ دَ الله پهٔ حکم دَ الله پهٔ نامه دَ خپل ځوی اسماعیلؑ دَ ذبح کؤلو اراده کړے وه) نو دوی دَ هغې پهٔ بدل کښې دَ بتانو پهٔ نوم ذبحه کؤله۔ پهٔ یهودو کښې هم ډېره موده دَ اولاد قتل کؤل عبادت ګڼلے شو کوم چې دَ بنی اسرائیلو پېغمبرانو ډېر پهٔ سختیٔ سره منع کړی وو۔ بهرحال پهٔ دې آیت کښې دَ مشرکانو دې خراب عمل ته بد وئیلی شوی دی چې شیطانانو ورته دا عمل ځکه ښائسته کؤلو چې دنیا اؤ اخرت ېٔ دواړه تباه شی اؤ دین ېٔ هم خراب شی۔ کوم کارونه چې دَ ملّتِ ابراهیمی اؤ اسماعیلی نه بالکل خلاف وو دَ هغې نه ېٔ ورته دَ دین کار اؤ دَ ثواب خبره جوړه کړه۔
ف۱۸۶: هم دغه شان یو آیت دَ دې سپارې پهٔ شروع کښې تېر شوے دے هغه دې وکتې شی۔
وَ قَالُوْا هٰذِهٖۤ اَنْعَامٌ وَّ حَرْثٌ حِجْرٌ١ۖۗ لَّا یَطْعَمُهَاۤ اِلَّا مَنْ نَّشَآءُ بِزَعْمِهِمْ وَ اَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُوْرُهَا وَ اَنْعَامٌ لَّا یَذْكُرُوْنَ اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا افْتِرَآءً عَلَیْهِ١ؕ سَیَجْزِیْهِمْ بِمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۝۱۳
اؤ دوی وائی چې دا څاروی اؤ فصلونه بند شوی دی، دا دې هېڅوک نهٔ خوری مګر څوک چې زمونږ خوښ وی دَ دوی دَ خپل خیال مطابق اؤ دَ ځنو څاروو پهٔ شا ېٔ سورلی حرامه کړے وه اؤ دَ ځنو څاروو دَ حلالې پهٔ وخت نوم نهٔ یادوی دَ الله ، دوی پهٔ الله باندې دروغ تپی۔ ډېر ژر به ورته هغه دَ دې دروغو سزا ورکړی۔ ف۱۸۷
ف۱۸۷: یعنی دَ دې خبرې چې سړیو ته حلال دی اؤ ښځو ته حرام دی یا یواځې دَ بُت خانې منجورانو ته حلال دی اؤ نورو ته حرام دی۔ دا بندېز هغوی پهٔ هغه څاروو یا فصلونو یٔښې وهٔ کوم کوم چې ېٔ دَ بتانو پهٔ نوم وقف کړی وو۔ نو پهٔ دغسې ځنو څاروو به ېٔ سورلی اؤ کار کسب کؤل حرام ګڼل اؤ دَ ځنو څاروو متعلق ېٔ دا عقیده وه چې دَ حلالې پهٔ وخت یا پیو (شودو) لوشلو پهٔ وخت پرې دَ الله پاک نوم یاد نهٔ شی چې چرته دَ بتانو مال کښې دَ الله شراکت رانهٔ شی۔ بیا غضب خو دا وهٔ چې دَ دې ګډو وډو نسبت به ېٔ الله پاک طرف ته کؤلو چې نعوذ بالله دا دَ الله حکم دے اؤ پهٔ دې طریقه کار کؤلو هغه راضی کیږی۔ نو هغه کار خو ېٔ خود ناکاره وهٔ چې دا بهتان پرې زیاتی۔ ضرور به الله پاک دَ دې خبرو سزا ورکوی۔
وَ قَالُوْا مَا فِیْ بُطُوْنِ هٰذِهِ الْاَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُوْرِنَا وَ مُحَرَّمٌ عَلٰۤی اَزْوَاجِنَا١ۚ وَ اِنْ یَّكُنْ مَّیْتَةً فَهُمْ فِیْهِ شُرَكَآءُ١ؕ سَیَجْزِیْهِمْ وَصْفَهُمْ١ؕ اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ۝۱۳۹
اؤ دوی وائی کوم بچی چې دَ دې څاروو پهٔ خېټو کښې دی دا خو به یواځې زمونږ نارینه خوری اؤ حرام دی زمونږ پهٔ ښځو باندې۔ اؤ کوم بچے کهٔ مړ وی نو هغې کښې ښځې نر ټول برابر دی۔ الله به سزا ورکړی دوی ته دَ دې بیانونو ، هغه ډېر دَ حکمتونو خاوند اؤ ښهٔ پوهه دے۔ ف۱۸۸
ف۱۸۸: بله خبره ېٔ دا وه چې بحیره اؤ سائبه اوښه کهٔ به ېٔ ذبح کړه اؤ دَ هغې خېټه کښې به بچې وهٔ نو وې به ېٔ کهٔ دا بچې ژوندې را ووتو نو یواځې سړیو ته حلال دے ، ښځو ته حرام دے۔ اؤ کهٔ مړ را ووتو نو دواړه ېٔ خوړې شی۔ دَ داسې مسئلې جوړونکیو دَ حالت نه الله پاک بې خبر نهٔ دے خو دَ خپل کامل حکمت موافق به پهٔ مناسب وخت سزا ورکوی۔
قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ قَتَلُوْۤا اَوْلَادَهُمْ سَفَهًۢا بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّ حَرَّمُوْا مَا رَزَقَهُمُ اللّٰهُ افْتِرَآءً عَلَی اللّٰهِ١ؕ قَدْ ضَلُّوْا وَ مَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ۠۝۱۴۰
بېشکه خراب شو هغه څوک چې قتل ېٔ کړو خپل اولاد پهٔ کم عقلیٔ ، بې پوهیٔ ، اؤ حرام ېٔ کړو هغه رزق چې الله دوی ته ورکړو دروغ تپی پهٔ الله۔ بېشکه دوی ګمراه شو اؤ پهٔ نېغه لاره روان نهٔ شو۔ ف۱۸۹
ف۱۸۹: دَ دې نه زیات خرابے اؤ نقصان به نور څهٔ وی چې بې وجې پهٔ دنیا کښې دَ خپل اولاد اؤ مالونو نه محروم اؤ پهٔ سنګدلیٔ کښې مشهور اؤ بدنام شو اؤ دَ اخرت عذاب ېٔ هم پهٔ سر واخستو۔ نهٔ ېٔ دَ عقل نه کار واخستو اؤ نهٔ ېٔ دَ شریعت پهٔ حکم عمل وکړو بیا سمې لارې ته څنګه راؤړېدلی وې۔
وَ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ جَنّٰتٍ مَّعْرُوْشٰتٍ وَّ غَیْرَ مَعْرُوْشٰتٍ وَّ النَّخْلَ وَ الزَّرْعَ مُخْتَلِفًا اُكُلُهٗ وَ الزَّیْتُوْنَ وَ الرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَّ غَیْرَ مُتَشَابِهٍ١ؕ كُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖۤ اِذَاۤ اَثْمَرَ وَ اٰتُوْا حَقَّهٗ یَوْمَ حَصَادِهٖ١ۖ٘ وَ لَا تُسْرِفُوْا١ؕ اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَۙ۝۱۴۱
اؤ هم هغه الله پیدا کړی دی باغونه پهٔ چتونو خورېدونکی اؤ نهٔ خورېدونکی ف۱۹۰ اؤ کجورې اؤ فصلونه چې مېوې ېٔ جُدا جُدا دی اؤ پیدا ېٔ کړو ښون اؤ انار دَ یو بل سره مشابھ اؤ جُدا جُدا۔ ف۱۹۱ خوریٔ دَ دې ونو مېوې کله چې مېوه ونیسی اؤ ادا کویٔ دَ هغې حق کله چې ېٔ پرېکویٔ اؤ بې ځایه خرچ مهٔ کویٔ ، دَ هغهٔ خوښ نهٔ دی بې ځایه خرچ کونکی۔ ف۱۹۲
ف۱۹۰: کوم چې پهٔ نورو ونو یا چوپالونو خوریږی لکه انګور وغېره۔ اؤ کوم چې نهٔ خوریږی لکه کجورې۔ آم یا نورې دَ مېوې ونې چې غټه تنه ېٔ وی ، یا لکه خټکے ، هندوانه ، کدو چې پهٔ زمکه خوریږی۔
ف۱۹۱: یعنی پهٔ شکل سره یو شان وی اؤ خوند ېٔ جُدا جُدا وی۔
ف۱۹۲: یعنی کومې غلې اؤ مېوې چې الله تعالیٰ پیدا کړی دی نو بې سنده هغه پهٔ ځان مهٔ بندویٔ۔ البته دَ دوؤ خبرو خیال ساتیٔ یو دا چې دَ پرېکؤلو پهٔ وخت کښې ترېنه دَ الله پاک حق جُدا کویٔ ، اؤ بل دا چې فضول اؤ بې موقعې خرڅونه مهٔ کویٔ۔ دَ الله دَ حق نه دلته څهٔ مراد دے ، پهٔ دې کښې دَ مفسرینو ګڼ قولونه دی۔ دَ ابنِ کثیرؒ رائے دا ده چې پهٔ مکّه معظّمه کښې دَ پټی اؤ دَ باغ پیداوار کښې دَ پیداوار څهٔ خاصه حصه مقرر نهٔ وه خو څهٔ حصه پکښې دَ الله پهٔ نامه فقیرانو اؤ مسکینانو ته ورکؤل ضروری وو۔ مدینه منّوره کښې سن ۲ هجری کښې حصه مقرر شوه۔ بارانی زمکه کښې کهٔ خراجی نهٔ وی لسمه ۱۰ حصه اؤ کومې ته چې اوبهٔ ورکؤلے شی هغې کښې شلمه(۲۰) حصه دَ زکوٰة مقرر شوه۔
وَ مِنَ الْاَنْعَامِ حَمُوْلَةً وَّ فَرْشًا١ؕ كُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ وَ لَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ١ؕ اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌۙ۝۱۴۲
اؤ پهٔ څاروو کښې ېٔ پیدا کړل بار پورته کؤنکی ف۱۹۳ اؤ زمکې سره لګیدلی اؤ خوری دَ الله دَ رزق نه اؤ مهٔ روانېږیٔ دَ شیطان پهٔ پل پسې۔ بېشکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دے۔ ف۱۹۴
ف۱۹۳: بار پورته کؤنکی لکه اوښان ، غویان ، خرهٔ ، قچر وغېره اؤ دَ زمکې سره لګیدلی واړهٔ اؤ کمزوری څاروی لکه ګډه ، چېلۍ وغېره۔
ف۱۹۴: دَ الله پاک دَ نعمتونو نه فائده واخلیٔ اؤ دَ شیطان پهٔ پل مهٔ روانېږیٔ۔ دَ شیطان پهٔ پل روانېدو نه مطلب دا دے چې هېڅ بې هېڅه بې دلیله پهٔ ځان څهٔ نعمت حرام کړی یا شرک اؤ بت پرستیٔ کښې اخته شی۔ دَ شیطان دَ دې نه غټه دښمنی به نوره څهٔ وی چې پهٔ دنیا کښې ېٔ دَ الله پاک ډېر نعمتونه ورباندې بند کړل اؤ دَ اخرت عذاب پرې تېرې۔
ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ١ۚ مِنَ الضَّاْنِ اثْنَیْنِ وَ مِنَ الْمَعْزِ اثْنَیْنِ١ؕ قُلْ ءٰٓالذَّكَرَیْنِ حَرَّمَ اَمِ الْاُنْثَیَیْنِ اَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَیْهِ اَرْحَامُ الْاُنْثَیَیْنِ١ؕ نَبِّـُٔوْنِیْ بِعِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَۙ۝۱۴۳
الله پیدا کړې اتهٔ جوړې نر اؤ ښځه دَ ګډو نه دوه ف۱۹۵ اؤ دَ بیزو نه دوه۔ تهٔ ترې تپوس وکړه چې دواړه نران الله حرام کړی دی اؤ کهٔ دواړه ښځې اؤ کهٔ هغه بچی چې دَ دې دواړو ښځو پهٔ خېټو کښې دی۔ ما ته پهٔ دلیل سره وواییٔ کهٔ تاسو ییٔ رښتونی ف۱۹۶
ف۱۹۵: یعنی یو نر اؤ یو ښځه۔ پهٔ څلورو اقسامو کښې جوړه جوړه ټول اتهٔ شو۔
(۱)اوښ ، (۲) اوښه ، (۳) غوئے ، (۴) غوا ، (۵) ګډ ، (۶) ګډه ، (۷) چېلے ، (۸) چېلۍ (بیزه)۔
ف۱۹۶: یعنی دَ یو څیز حرام یا حلال کېدل خو صرف دَ الله پهٔ حکم کېدے شی، نو پهٔ دې جوړو کښې نر یا ښځه یا دَ ښځو پهٔ خېټو کښې بچی چې تاسو پهٔ ټولو خلقو یا پهٔ ځنو کسانو حرام ګڼیٔ نو دَ دې دلیل ستاسو سره څهٔ دے؟ دَ الله پاک پهٔ کوم حکم دا حرام شوی دی؟ اؤ هر کله چې دَ الله دَ حکم ثبوت ورسره نشته نو صرف پهٔ خپل خواهش باندې څهٔ شے حرام یا حلال کؤل نعوذ بالله دَ خداییٔ مرتبه دَ ځان دپاره تجویز کؤل دی یا پهٔ الله باندې دروغ تپل دی اؤ دواړه خبرې دَ تباهیٔ دی۔
وَ مِنَ الْاِبِلِ اثْنَیْنِ وَ مِنَ الْبَقَرِ اثْنَیْنِ١ؕ قُلْ ءٰٓالذَّكَرَیْنِ حَرَّمَ اَمِ الْاُنْثَیَیْنِ اَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَیْهِ اَرْحَامُ الْاُنْثَیَیْنِ١ؕ اَمْ كُنْتُمْ شُهَدَآءَ اِذْ وَصّٰىكُمُ اللّٰهُ بِهٰذَا١ۚ فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا لِّیُضِلَّ النَّاسَ بِغَیْرِ عِلْمٍ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۠۝۱۴۴
اؤ پیدا کړی ېٔ دی دَ اوښانو نه دوه۔ اؤ دَ غوایانو نه دوه۔ تپوس ترې وکړه چې دې جوړو کښې دواړه نران حرام دی کهٔ دواړه ښځې یا هغه بچی چې دَ دواړو ښځو پهٔ خېټو کښې دی۔ ولې تاسو موجود ویٔ کوم وخت چې الله پاک تاسو ته دا حکم کؤلو ، بیا دَ هغهٔ نه زیات ظالم به څوک وی چې پهٔ الله تهمت تړی دَ دروغو چې خلق ګمراه کړی بې دلیله ، بېشکه الله هدایت نهٔ کوی ظالمانو خلقو ته۔ ف۱۹۷
ف۱۹۷: دَ څهٔ څیز حلال یا حرام کېدل صرف دَ الله پهٔ حکم کیږی اؤ دَ هغهٔ حکم دَ نبیانو پهٔ واسطه خلقو ته رارسېدے شی یا دا چې الله پخپله چا ته حکم وکړی دَ نبی دَ واسطې نه بغیر اؤ دلته دواړه خبرې نشته۔ دَ اولې نفی خو دَ نَبِّـُٔوْنِیْ بِعِلْمٍ سره وشوه اؤ دَ دویمې نفی اَمْ كُنْتُمْ شُهَدَآءَ اِذْ وَصّٰىكُمُ اللّٰهُ سره وشوه۔ چې دا دواړه نشته نو دَ مشرکانو سره سِوا دَ باطل خواهشاتو نور څهٔ پاتی شو؟ بېشکه دَ هغه سړی نه زیات ظالم هېڅوک نشته څوک چې پهٔ الله پاک دروغ جوړ کړی اؤ بغیر دَ څهٔ شرعی سند اؤ دلیل نه خلق پهٔ غلطو خبرو ګمراهیٔ کښې مبتلا کړی۔ چا چې داسې بې حیایئ ته ملا وتړله دَ هغهٔ دَ هدایت طمع ساتل عبث دی۔
قُلْ لَّاۤ اَجِدُ فِیْ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیَّ مُحَرَّمًا عَلٰی طَاعِمٍ یَّطْعَمُهٗۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّكُوْنَ مَیْتَةً اَوْ دَمًا مَّسْفُوْحًا اَوْ لَحْمَ خِنْزِیْرٍ فَاِنَّهٗ رِجْسٌ اَوْ فِسْقًا اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ١ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّ لَا عَادٍ فَاِنَّ رَبَّكَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۴۵
تهٔ ورته ووایه چې زهٔ نه مومم پهٔ هغه وحی کښې کومه چې ما ته را رسېدلے ده څهٔ څیز حرام پهٔ خوړونکی باندې چې وې خوری بې دَ دې نه چې هغه شے مردار وی یا بهېدونکے وینه وی یا دَ خنزیر غوښه وی چې دا ناپاک دی یا ناجائزه حلاله وی چې بې دَ الله پرې دَ بل چا نوم اخستے شوے وی۔ بیا کهٔ څوک دَ لوږې بې مجاله شی نهٔ نافرمانی کوی اؤ نهٔ زیاتے ، نو ستا رب ډېر معاف کؤنکے بې حده مهربانه دے۔ ف۱۹۸
ف۱۹۸: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی:
یعنی دَ کومو څاروو دَ خوراک چې رواج وهٔ پهٔ هغو کښې دغه څیزونه حرام دی۔ پهٔ دې آیت کښې کفارو ته دا ښیٔلی شی چې دا مخکښې ذکر شوی څیزونه چې تاسو پهٔ ځان حرام کړی دی دا حلال دی۔ اؤ حرام دغه څیزونه دی کوم چې تاسو حلال ګڼیٔ۔ باقی دَ آیت دَ مضمون پوره تفصیل مخکښې دَ سورتِ مائده پهٔ شروع کښې تېر شوے دے۔ دَ حُرِّمَتْ عَلَیْکُمُ الْمَیْتَۃُ الخ پهٔ بیان کښې۔
وَ عَلَی الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا كُلَّ ذِیْ ظُفُرٍ١ۚ وَ مِنَ الْبَقَرِ وَ الْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَیْهِمْ شُحُوْمَهُمَاۤ اِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُوْرُهُمَاۤ اَوِ الْحَوَایَاۤ اَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ١ؕ ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِبَغْیِهِمْ١ۖ٘ وَ اِنَّا لَصٰدِقُوْنَ۝۱۴۶
اؤ پهٔ یهودو مونږ حرام کړی وو هر یو دَ کپۍ واله څاروے ، اؤ دَ غوا اؤ چېلۍ مو پهٔ هغوی باندې حرامه کړے وه وازده بې دَ هغې چې نښتی وی پهٔ شا پورې یا کولمو پورې یا کومه چې هډوکی سره ګډه وی۔ دا مونږ هغوی ته سزا ورکړے وه دَ شرارت پهٔ سبب ، اؤ مونږ رښتیا وایو۔ ف۱۹۹
ف۱۹۹: یعنی اصلی حرام خو دغه څیزونه دی کوم چې پورته بیان شو۔ البته دَ څهٔ وقتی مصلحت پهٔ وجه بعضې څیزونه پهٔ نورو قومونو حرام کړی شوی وو۔ مثلًا پهٔ یهودو دَ هغوی دَ سرکشیٔ پهٔ سبب ټول سمدار څاروی دَ کومو چې دَ ښپو ګوتې جُدا نهٔ وی لکه اوښ ، شُرمرغ ، بطه وغېره حرام وو ، اؤ دَ غوا اؤ چېلۍ وازده کومه چې ملا یا کولمو پورې نښتی نهٔ وی یا هډوکی سره متصله نهٔ وی حرامه کړې شوے وه لکه دَ پښتورګی نه چاپېره وازده یا دَ لری دپاسه دَ وازدې څادر۔ دَ یهودیانو دا دعویٰ غلطه ده چې دا څیزونه دَ ابراهیمؑ اؤ نوحؑ دَ زمانې راسې دغسې حرام راځی۔ رښتیا خبره دا ده چې دا څیزونه پهٔ عهدِ ابراهیمیؑ کښې حرام نهٔ وو۔ دَ یهودیانو دَ نافرمانیٔ پهٔ سبب پهٔ دوی حرام شوی وو۔ رښتیا خبره دا ده اؤ دَ دې خلاف چې څوک څهٔ وائی هغه دروغ دی لکه څنګه چې دَ لَنْ تَنَالُوْا پهٔ پاره کښې قُلْ فَأْتُوْا بِالتَّوْرٰۃِ فَاتْلُوْہَا اِنْ کُنْتُمْ صَادِقِیْنَ الخ سره دوی ته چیلنج ورکړے شوے دے۔
فَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ رَّبُّكُمْ ذُوْ رَحْمَةٍ وَّاسِعَةٍ١ۚ وَ لَا یُرَدُّ بَاْسُهٗ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ۝۱۴۷
بیا کهٔ دوی تا ته دروغ وائی نو ورته ووایه چې ستاسو دَ رب پهٔ رحمت کښې ډېره فراخی ده۔ اؤ نهٔ به واپس کیږی دَ هغهٔ عذاب دَ ګناهګارو خلقو نه۔ ف۲۰۰
ف۲۰۰: یعنی دَ رحمت دَ فراخیٔ پهٔ وجه تاسو تر اوسه دَ عذاب نه بچ یئ دا خیال مهٔ کویٔ چې عذاب پهٔ ستنه شو۔
سَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكْنَا وَ لَاۤ اٰبَآؤُنَا وَ لَا حَرَّمْنَا مِنْ شَیْءٍ١ؕ كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتّٰی ذَاقُوْا بَاْسَنَا١ؕ قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوْهُ لَنَا١ؕ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَ اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَخْرُصُوْنَ۝۱۴۸
اوس به مشرکان وائی کهٔ الله غوښتے نو مونږ به شرک نهٔ وهٔ کړے اؤ نهٔ زمونږ پلار نیکهٔ ، اؤ نهٔ به مونږ حرام کړے وهٔ څهٔ څیز ، هم دغه شان دروغ ګڼلو دا دَ دوی نه مخکښې قومونو تر دې چې زمونږ دَ عذاب خوند ېٔ وڅکلو ، ورته ووایه آیا تاسو سره څهٔ دلیل شته چې مونږ ته ېٔ ښکاره کړیٔ ، تاسو خو تش پهٔ ګمان پسې روان ییٔ اؤ هسې اټکل جنګویٔ۔
قُلْ فَلِلّٰهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ١ۚ فَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ۝۱۴۹
تهٔ ورته ووایه بس دَ الله الزام پوره دے نو کهٔ هغهٔ غوښتے تاسو ټولو ته ف۲۰۱ به ېٔ هدایت کړے وهٔ۔
ف۲۰۱: پهٔ تېره رکوع کښې دَ مشرکانو نه مطالبه شوے وه چې کوم حلال اؤ پاک څیزونه تاسو حرام ګڼیٔ اؤ دا وایئ چې دا الله پاک حرام کړی دی نو دَ دې څهٔ سند اؤ دلیل پېش کړیٔ۔ دلته دَ هغوی دلیل بیان شوے دے۔ هغوی وائی کهٔ الله دا غوښتے چې مونږ دا کارونه نهٔ کؤلے نو الله پاک پهٔ دې قادر دے چې مونږ اؤ زمونږ مشران ېٔ دَ دې کارونو نه منع کړے وې ، چې منع کوی مو نه اؤ دغه کارونه دغسې کیږی نو دَ دې مطلب دا دے چې دا کارونه دَ هغهٔ خوښ دی اؤ هغه پرې رضا دے ، کهٔ نارضا وې نو تر اوسه به ېٔ مونږ آزاد ولې پرېښودلو۔ دلته دَ پوهېدو خبره دا ده چې یو نیک نام ، عادل اؤ مدبّر حکومت پهٔ یو باغیانه تحریک کښې حصه اخستونکی خلق سره دَ یقینی خبر اؤ پوره طاقت پهٔ وړومبیٔ ورځ نهٔ پهٔ سولۍ کوی بلکې دَ هغوی دَ حرکاتو جاج اخلی اؤ هدایت ورته کوی اؤ موقع ورکوی چې خپل خیالات سم کړی۔ اؤ کله چې ېٔ دَ اصلاح نه مایوس شی نو بیا مهلت ورکړی، آزاد ېٔ پرېږدی چې دَ هغوی دَ بغاوت اؤ مجرمانه کارونو نه ښهٔ مکمل اؤ پوره قانونی ثبوت ټولو خلقو ته څرګند شی نو داسې حالت کښې مجرمانو ته مهلت ورکؤلو نه څوک دا خیال کؤلے شی چې ګنی دَ حکومت پهٔ خیال کښې دا کارونه دَ بغاوت نهٔ دی؟ دَ حکومت پهٔ خیال کښې دَ دې جرم خو اول دَ هغهٔ دَ شائع کړی قانون نه معلومیږی۔ دویم بیا چې کله دَ مهلت وخت پوره کېدو نه پس ګرفتار شی اؤ پهٔ عدالت کښې پېش شی اؤ دَ جُرم پوره ثبوت ورباندې وشی نو بیا ورته دَ عمر قید اؤ سولۍ سزا ورکړې شی نو هغه وخت پوره پته ولګی چې دَ حکومت پهٔ نظر کښې دا کارونه څنګه وو۔ بهرحال پهٔ یوه خبره باندې دَ حکومت دَ طرف نه سمدستی سزا نهٔ ورکؤل دَ دې دلیل نهٔ دے چې ګنی دا کار جرم نهٔ دے۔ پهٔ دغې باندې قیاس وکړیٔ چې هغه احکم الحاکمین دَ ټولو بادشاهانو بادشاه دَ دنیا دَ پیدائش دَ وخت نه دَ خپلو پاکبازو اؤ رښتونیو نائبانو پهٔ ذریعه دَ خپل قانون نه بندګان ښهٔ خبر کړی دی اؤ یوه یوه خبره ېٔ ښهٔ واضحه ده چې کوم کار باندې هغه رضا دے اؤ پهٔ کوم نارضا دے اؤ بیا هم وخت پهٔ وخت دَ دغه هدایاتو دَ یاد تازه کؤلو دپاره ېٔ رسولان راستؤلی دی ، اؤ پهٔ دې زمانه کښې دَ هغهٔ دَ قانون نه خلاف ورزی کونکیو سره دَ نرمیٔ حده نرمی شوے ده ، کهٔ وخت پهٔ وخت دَ څهٔ معمولی خبرداری ضرورت وهٔ هغه ورکړې شوے دے۔ اؤ څوک چې دَ حده وتی مجرمان وو هغوی ته مهلت ورکړے شوے دے چې ځان ښهٔ دَ آخری سزا حقدار کړی۔ اؤ ډېرو قومونو پهٔ دنیا کښې هم دَ جرمونو دَ سزا خوند څکلې دے۔ بیا پهٔ دې حالاتو کښې دَ یو قوم څهٔ موده جرمونه کؤلو باندې کهٔ هغوی ته سمدستی سزا نهٔ ده ورکړې شوے نو دا پهٔ دې دلیل کښې څنګه پېش کؤلے شی چې دا جرمونه نعوذ بالله دَ الله خوښ دی ګنی دوی ته به ېٔ سمدستی سزا ورکړے وه۔ باقی دا سوال کؤل چې الله تعالیٰ دَ شروع نه دَ بنیادم جوړښت داسې ولې نهٔ کؤلو چې بدی ېٔ هډو کؤلے نهٔ شوې اؤ فطرةً پهٔ تابعداریٔ اؤ نیکیٔ مجبور وې۔ کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ دې سوال مطلب خو دا دے چې بنیادم ېٔ داسې ولې نهٔ پیدا کؤلو چې هډو بنیادم نهٔ وې۔ دَ کاڼیو بوټیو پهٔ شان بې حسه اؤ دَ عقل شعور نه خالی وې۔ یا دَ خر ټټو پهٔ شان څهٔ جزوی احساس اؤ شعور پکښې وې چې دَ ازل نه تر ابده ېٔ هم پهٔ یوه دائره کښې چکر لګؤلے اؤ یا کهٔ ډېر عزت ېٔ ورکؤلے نو دَ فرښتو پهٔ شان دې وې چې خالص عبادت اؤ فرمانبرداریٔ باندې مجبور وې۔
خلاصه دا چې دا دَ عقل کارونه اؤ عظیم الشان کسبی تصرّفات اؤ یو ترقی کونکی نوع هډو پهٔ دنیا کښې موجود نهٔ وې۔ زما دا خیال دے چې یو بنیادم به هم دَ خپل شرافت اؤ کرامت دَ دومره اوچتو دعوو سره داسې جرأت ونهٔ کړې شی چې دَ خپلې نوعې دَ وجود مخالف شی۔ بیا کهٔ دَ بنیادم سره دَ دې عقلی اؤ عملی طاقتونو اؤ سره دَ موجوده کسب اؤ اختیار دَ آزادیٔ دَ دنیا دَ نظام دَ مکمل کؤلو دپاره پیدا کېدل ضروری وو۔ نو بیا دَ تکوینی نظام لازمی نتیجې قبلؤل هم ضروری دی۔ دا څنګه کېدے شی چې دَ مادی ژوند پهٔ مختلفو شعبو کښې خو دَ بنیادم دَ عقلی اؤ عملی آزادیٔ پهٔ برکت بې شمېره اؤ مختلف مظاهر رامخکښې کوی لېکن دَ آخرت اؤ روحانی ترقیٔ پهٔ میدان کښې دَ هم هغه زړهٔ اؤ دماغ اؤ دَ کسب اؤ اختیار لرلو والا بنیادم بس پهٔ یوه لیکه روانېدو باندې مجبور وی اؤ یو قدم دې هم ترېنه اخوا دېخوا نهٔ ځی۔ نو کهٔ دَ بنیادم وجود پهٔ دنیا کښې دَ دغې موجوده طاقتونو سره ضروی وی نو دَ نیک اؤ بد اختلاف هم ضروری دے اؤ هم دغه اختلاف خپله دَ دې دلیل دے چې هر یو کار چې وشی، دا ضروری نهٔ ده چې هغه دې دَ الله پاک خوښ وی، ګنی پهٔ مختلفو اؤ متضادو کارونو کښې به دا منل ضروری شی چې مثلًا خوش اخلاقی هم دَ الله پاک خوښه ده اؤ بد اخلاقی هم۔ ایمان ېٔ هم خوښ دے ا ؤ کفر هم۔ اؤ دا خبره خو څرګنده غلطه ده (دوه متضاد څیزونه پهٔ یو وخت دَ خوښې نهٔ شی کېدے) بېشکه کهٔ الله تعالیٰ غوښتے نو دَ بنیادم ساخت ېٔ داسې جوړؤلے شو چې بس ټول پهٔ یوه لار روان وې لېکن چې داسې نهٔ ده شوے نو دا هم دغه اختلاف کامل حُجّت اؤ پوره الزام دے پهٔ هغو خلقو څوک چې دا وائی ”لَوْ شَآءَ اللہُ مَاۤ اَشْرَکْنَا“ اؤ پهٔ مشیت اؤ رضا کښې تلازم ثابتوی ځکه چې دَ دومره سخت اختلاف واقع کېدو سره به بیا هغوی دا اصول ضرور منی چې مثلًا توحید هم دَ الله پاک خوښ دے اؤ دَ هغهٔ پرې رضا ده اؤ څرګند شرک باندې هم راضی دے (اؤ پهٔ دې خو یو کم عقل هم پوهیږی چې دا دواړه خبرې نهٔ شی یو ځائې کېدے) نو ثابته شوه چې دَ مشرکانو دا دلیل بالکل عبث اؤ فضول دے اؤ داسې دلیل نهٔ دے چې یو عقلمند ېٔ ومنلے شی، هسې یو خوشې اټکل دے چې دَ الله تعالیٰ کامل دلیل ېٔ رد کوی دَ کوم طرف ته چې پهٔ ”لَوْ شَآءَ اللہُ لَہَدٰلکُمْ اَجْمَعِیْنَ“ کښې اشاره ده۔ یعنی دَ بنیادم پیدائش داسې نهٔ دے شوے چې ټول دَ هدایت پهٔ لار روانېدو باندې مجبور شی بلکې الله پاک ورته دَ کسب اؤ اختیار ازادی ورکړے ده څومره چې ممکنه ده۔ نو ضروری ده چې دَ دې ازادیٔ دَ استعمال پهٔ وجه لارې جُدا جُدا شی ، څوک نیکی اختیار کړی څوک بدی اؤ دغسې څوک دَ الله پاک دَ رحمت مظهر شی ، څوک دَ غضب۔ دغه شان هغه اخری مقصد دَ کوم دپاره چې الله پاک دا کائنات پیدا کړی دی (یعنی دَ خپل جمال اؤ جلال دَ صفاتو اظهار) پهٔ ښهٔ شان څرګند شی۔ کهٔ نه چې ټول مخلوق یو شان پهٔ یوه لار روان شی نو دَ الله پاک ځنی صفات خو به څرګند شی اؤ ځنې نور به څرګند نهٔ شی۔ تر دې پورې دا تقریر خو پهٔ دې بنا وهٔ چې مشرکانو دَ لَوْ شَآءَ اللہُ مَاۤ اَشْرَکْنَا قول نه غرض دَ خپلو کفریاتو ښهٔ ثابتؤل وو ځکه چې دَ هغوی دَ حالت نه څرګندیږی۔ اؤ کهٔ دَ دې قول نه دَ هغوی غرض صرف عذر بیانؤل وی چې څهٔ چې دَ الله خوښه وی هغه راباندې کوی ، ښهٔ دی اؤ کهٔ بد دی دَ هغهٔ پهٔ خوښه دی (زمونږ پکښې څهٔ اختیار نشته) نو بیا دَ الله دَ خوښې پهٔ مقابله کښې دا پېغمبران پهٔ مونږ سختی ولې کوی اؤ دَ عذابونو نه مو ولې ویروی۔ نو دَ دې جواب دا دے چې دَ کوم الله پهٔ خوښه چې تاسو دا کارونه کویٔ هم دَ هغې الله پهٔ حکم رسولان ستاسو مقابله کوی اؤ هم هغه الله دَ ستاسو پهٔ اختیار کړی کارونو تاسو ته مناسب سزا درکوی۔ څنګه چې قدرت مار پیدا کړے دے اؤ هم هغهٔ دَ مار پهٔ زهرو کښې دَ هلاکت تاثیر یٔښې دے ، خو اکهٔ دَ مار پهٔ چیچلو کښې دَ مار چیچلی دَ فعل اؤ اختیار څهٔ دخل وی اؤ کهٔ نه الله پاک پکښې دَ هلاکت تاثیر اچوی۔ دغسې دَ ستاسو دغه دَ کفر اؤ شرک کارونو کښې دَ دائمی هلاکت اؤ پهٔ ایمان اؤ عمل صالح کښې دَ دائمی نجات تاثیر اچؤل هم دَ هغه الله پاک دَ قدرت اؤ مشیت کار دے۔ دَ کوم پهٔ سبب چې دَ اسبابو اؤ مسبباتو دَ ټولې سلسلې پیداوښت شوے دے نو کهٔ تاسو دَ خپلو مشرکانو عقیدو نه پهٔ نهٔ منع کېدو کښې دَ مشیت پهٔ عموم دلیل نیسیٔ نو دَ رسولانو راستؤل اؤ دَ عذاب نازلؤل هم دَ دغه سلسلې یوه کړۍ وګڼیٔ۔ بېشکه کهٔ الله پاک غوښتے نو ټول به ېٔ پهٔ سمه لار روان کړی وو، خو ستاسو دَ خراب استعداد پهٔ وجه هغهٔ دا ونهٔ غوښتل نو ستاسو دَ ناکاره کارونو اختیارؤلو پهٔ وجه به دَ هغې طبعی اثر دَ عذاب پهٔ شکل کښې پهٔ تاسو ضرور راځی۔
قُلْ هَلُمَّ شُهَدَآءَكُمُ الَّذِیْنَ یَشْهَدُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ حَرَّمَ هٰذَا١ۚ فَاِنْ شَهِدُوْا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ١ۚ وَ لَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَ هُمْ بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ۠۝۱۵۰
تهٔ ووایه چې راولیٔ خپل ګواهان چې ګواهی ورکړی دَ دې خبرې چې الله حرام کړی دی دا څیزونه ، بیا کهٔ هغوی داسې ګواهی وهٔ هم کړی نو تهٔ پرې اعتبار مهٔ کوه اؤ دَ هغوی پهٔ خوښه مهٔ چلېږه څوک چې دروغ ګڼی زمونږ حکمونه اؤ څوک چې یقین نهٔ کوی دَ آخرت پهٔ ورځ اؤ دَ خپل رب سره برابروی نور۔ ف۲۰۲
ف۲۰۲: یعنی دَ عقلی دلیل حال خو مخکښې معلوم شو۔ اوس کهٔ تاسو پهٔ خپل جوړ کړی حرمت باندې څهٔ نقلی دلیل لریٔ نو هغه رامیدان ته کړیٔ کهٔ تاسو سره داسې ګواهان وی چې ووائی زمونږ مخکښې الله پاک دا حکم نازل کړے دے نو هغه ګواهان رامخکښې کړیٔ۔ حقیقت خو دا دے چې داسې ګواهان هېچرته نشته اؤ کهٔ دوه څلور بې حیا دا دعویٰ هم وکړی نو دَ هغوی خبره مهٔ اوره اؤ دَ دوی پهٔ خواهشاتو پسې مهٔ ګرځه۔ تر دې پورې خو دَ هغه څیزونو بیان وهٔ کوم چې مشرکانو محض دَ خپلو خواهشاتو پهٔ وجه پهٔ ځان حرام کړی وو اؤ بیا ېٔ دَ هغې دپاره څهٔ بهانې اؤ عذرونه لټؤل۔ مخکښې دَ هغې څیزونو ذکر دے کوم چې واقعی الله تعالیٰ حرام کړی دی اؤ همېشه راسې پهٔ ټولو آسمانی مذهبونو کښې حرام دی خو مشرکان ېٔ حرام نهٔ ګڼی۔
قُلْ تَعَالَوْا اَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَیْكُمْ اَلَّا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا١ۚ وَ لَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ مِّنْ اِمْلَاقٍ١ؕ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَ اِیَّاهُمْ١ۚ وَ لَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَ مَا بَطَنَ١ۚ وَ لَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ١ؕ ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ۝۱۵۱
ورته ووایه راشیٔ چې زهٔ درته واوروم چې څهٔ حرام کړی دی ستاسو رب پهٔ تاسو۔ دا چې مهٔ شریکویٔ هغهٔ سره هېڅ څیز اؤ مور پلار سره نیکی کویٔ۔ اؤ مهٔ وژنیٔ خپل اولاد دَ غریبیٔ دَ لاسه۔ زهٔ روزی درکوم تاسو ته اؤ دوی ته هم۔ ف۲۰۳ اؤ مهٔ نژدے کېږیٔ دَ بې شرمیٔ کارونو ته کهٔ څرګند وی اؤ کهٔ پټ وی۔ ف۲۰۴ اؤ مهٔ وژنیٔ هغه نفس چې حرام کړے دے الله مګر پهٔ حقه ، ف۲۰۵ دا خبرې دی چې الله تاسو ته دَ دې حکم کړے دے چې تاسو دَ عقل نه کار واخلیٔ۔ ف۲۰۶
ف۲۰۳: عربو به دَ غریبیٔ پهٔ وجه خپل اولاد قتل کؤلو چې مونږ ځان ته روزی نهٔ شو پیدا کؤلے ، دَ دوی غم به څوک کوی۔ ځکه فرمائی چې روزی ورکؤنکے خو الله پاک دے تاسو ته هم درکوی اؤ ستاسو اولاد ته به هم ورکوی۔ بل ځائې کښې دَ اِمْلَاق پهٔ ځائې خَشْیَۃَ اِمْلَاق ذکر دے۔ یعنی ځنی فی الحال غریبان نهٔ وو خو دَ غریبیٔ دَ ویرې به ېٔ اولاد قتل کؤلو چې کهٔ ټبر مې ګڼ شی نو غریب به شم، دومره کسانو ته به روزی دَ کوم ځائې نه پیدا کوم۔ شاید چې دَ وړومبنیٔ ډلې سره دَ اولاد نه زیات دَ خپلې خېټې غم وهٔ۔ اؤ دَ دویٔمې ډلې سره خپل غم دومره نهٔ وهٔ خو دَ اولاد غم اخستی وو ، چې اوس خو ګزاره کیږی خو چې دا واړهٔ ګڼ شی نو دوی به څهٔ خوری ځکه الله پاک دې ځائې کښې نَرْزُقُکُمْ مخکښې کړے دے اؤ هغه ځائې کښې ېٔ نَرْزُقُہُمْ وَ اِیَّاکُمْ وئیلے دے۔ والله اعلم۔
ف۲۰۴: شاید چې دَ نژدے نه ورتلو مطلب دا دے چې دَ داسې کارونو دَ مبادی اؤ وسائلو نه هم ځان وساتیٔ لکه دَ زنا نه بچ کېدو دپاره چې دَ نظرِ بد نه هم ځان ساتل ضروری دی۔
ف۲۰۵: دَ اِلَّا بِالْحَقِّ استثنا ضروری وه چې دَ قصاص اؤ محصن زانی اؤ مرتد قتل ترېنه وځی ځکه چې پهٔ احادیثو کښې دَ دې درے واړو قتلونو حکم څرګند بیان شوے دے اؤ ټول مجتهدان امامان ورباندې پهٔ یو اتفاق دی۔
ف۲۰۶: دَ دې آیت نه دَ دې کارونو حرام کېدل ثابت شو۔ (۱) شِرک بِالله (۲) دَ مور پلار سره بد سلوکی (۳) دَ اولاد قتل کؤل (۴) دَ بې حیاییٔ کارونه لکه زِنا وغېره (۵) څوک پهٔ ناحقه قتل کؤل۔
وَ لَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ١ۚ وَ اَوْفُوا الْكَیْلَ وَ الْمِیْزَانَ بِالْقِسْطِ١ۚ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا١ۚ وَ اِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوْا وَ لَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی١ۚ وَ بِعَهْدِ اللّٰهِ اَوْفُوْا١ؕ ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَۙ۝۱۵۲
اؤ نژدے مهٔ ورځیٔ دَ یتیم مال ته مګر پهٔ داسې طریقه چې بهتره وی۔ تر دې چې هغه ورسی خپلې ځوانیٔ ته ف۲۰۷ اؤ پوره کویٔ پېمانه اؤ تول پهٔ انصاف سره۔ مونږ دَ هر چا پهٔ ذمه دَ هغهٔ دَ وس مطابق کار اچوؤ۔ ف۲۰۸ اؤ کله چې خبره کویٔ نو حق واییٔ اؤ اګر کهٔ هغه ستاسو رشته دار وی، ف۲۰۹ اؤ دَ الله سره وعده پوره کویٔ، ف۲۱۰ تاسو ته ېٔ دا حکم کړے دے۔ چې تاسو نصیحت ومنیٔ۔
ف۲۰۷: دَ یتیم پهٔ مال کښې بې ځایه تصرّف حرام دے۔ البته پهٔ ښهٔ طریقه اؤ دَ شریعت دَ حکم مطابق پهٔ احتیاط سره خرڅ کؤل دَ یتیم سرپرست ته جائز دی۔ کله چې یتیم ځلمے شی اؤ خپل کار پخپله دَ سنبالؤلو قابل شی نو خپل مال ورته حواله کؤل پکار دی۔
ف۲۰۸: یعنی تر خپله وسه دَ دې احکامو پوره کؤلو کوشش کویٔ دغه پهٔ تاسو فرض دی۔ الله پاک چا ته دَ طاقت نه زیات تکلیف نهٔ ورکوی۔
ف۲۰۹: یعنی پهٔ حق وئیلو اؤ دَ انصاف پهٔ خبره کښې دَ خپلویٔ یا محبّت لحاظ نهٔ دے پکار۔
ف۲۱۰: یعنی دَ الله پاک پهٔ احکامو پابندیٔ سره عمل کویٔ اؤ کوم نذر چې ومنیٔ یا قسم چې وخوریٔ کهٔ دَ شریعت خلاف نهٔ وی نو هغه ضرور پوره کویٔ۔
وَ اَنَّ هٰذَا صِرَاطِیْ مُسْتَقِیْمًا فَاتَّبِعُوْهُ١ۚ وَ لَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِیْلِهٖ١ؕ ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ۝۱۵۳
اؤ دا حکم ېٔ کړے دے چې دغه زما نېغه لار ده نو هم پهٔ دې روان شیٔ۔ اؤ مهٔ روانېږیٔ پهٔ نورو لارو هغه به تاسو جُدا کړی دَ الله دَ لارې نه۔ ف۲۱۱ دا حکم ېٔ تاسو ته درکړے دے چې تاسو ځان ساتیٔ۔
ف۲۱۱: یعنی دَ دې احکامو پابندی اؤ دَ الله سره وعده پوره کؤل هم دغه نېغه لار ده دَ کومې دَ مطلب چې پهٔ سورت فاتحه کښې تلقین شوے وهٔ۔ لار تاسو ته وښیٔلے شوه اوس ورباندې تلهٔ ستاسو کار دے۔ څوک چې دَ دې لارې نه سوا پهٔ بله لار روان شو هغه دَ الله دَ لارې نه خطا شو۔
ثُمَّ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ تَمَامًا عَلَی الَّذِیْۤ اَحْسَنَ وَ تَفْصِیْلًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّ هُدًی وَّ رَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ۠۝۱۵۴
بیا مونږ ورکړو موسٰی ته کتاب دپاره دَ نعمت پوره کؤلو پهٔ نیکیٔ کؤنکیو باندې اؤ دپاره دَ هر څیز دَ تفصیل اؤ دپاره دَ هدایت اؤ رحمت، چې دغه خلق دَ خپل رب سره ملاقات باندې یقین وکړی۔ ف۲۱۲
ف۲۱۲: دې آیت نه معلومیږی چې پورته کوم احکام قُلْ تَعَالَوْا اَتْلُ الخ سره بیان شوی دی دا احکام همېشه راسې جاری دی۔ ټولو مخکښینیو پېغمبرانو هم دغه احکام بیان کړی دی۔ وروستو بیا الله پاک موسٰیؑ باندې کتاب تورات نازل کړو چې پهٔ هغې کښې دَ شریعت څهٔ نور تفصیل هم وهٔ۔ دَ تورات پهٔ نازلؤلو دَ هغه زمانې پهٔ نیکو بندګانو الله پاک خپل نعمت پوره کړو اؤ ټول ضروری احکام ورته پهٔ تفصیل سره بیان شُو اؤ دَ هدایت دروازه پرانستې شوه چې خلق دَ خپل رب سره ملاقات باندې یقین وکړی۔
وَ هٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ فَاتَّبِعُوْهُ وَ اتَّقُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَۙ۝۱۵۵
اؤ دا یو کتاب دے چې مونږ نازل کړے دے برکتی نو پهٔ دې عمل وکړیٔ اؤ ویرېږیٔ چې درباندې رحم وشی۔ ف۲۱۳
ف۲۱۳: یعنی تورات خو هم وهٔ پهٔ خپل وخت کښې خو اوس دا کتاب دے قرآن کریم چې دَ څرګند ښائست اؤ کمال سره ستاسو مخکښې دے۔ اوس دَ اخوا دېخوا کتو ضرورت نشته کهٔ دَ الله پاک دَ رحمت نه سمه پوره فائده اخستل غواړیٔ نو پهٔ دې آخری اؤ مکمل کتاب عمل وکړیٔ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ ، دَ دې کتاب دَ څهٔ حکم خلاف مهٔ کویٔ۔
اَنْ تَقُوْلُوْۤا اِنَّمَاۤ اُنْزِلَ الْكِتٰبُ عَلٰی طَآىِٕفَتَیْنِ مِنْ قَبْلِنَا١۪ وَ اِنْ كُنَّا عَنْ دِرَاسَتِهِمْ لَغٰفِلِیْنَۙ۝۱۵۶
هسې نه چې تاسو وواییٔ چې کتاب خو نازل شوے وهٔ پهٔ دوؤ ډلو (یهود اؤ عیسایانو) زمونږ نه مخکښې۔ اؤ مونږ خو دَ هغې دَ تعلیماتو نه هېڅ خبر نهٔ وو۔ ف۲۱۴
ف۲۱۴: یعنی دَ دې مبارک کتاب پهٔ نازلېدو دَ عربو خلقو ته اوس دَ دې عذر موقع پاتې نهٔ شوه چې مخکښې آسمانی کتابونه خو څومره چې مونږ ته معلومه ده یهودو اؤ عیسایانو ته راغلی وو۔ هغوی به خپلو کښې دَ هغې درس و تدریس کؤلو (ځنو به دَ هغې عربی ترجمه هم کؤله لکه ورقه بن نوفل وغېره ، اؤ دا کوشش ېٔ کؤلو چې دَ عربو مشرکان عیسایان کړی) لېکن زمونږ دَ هغوی دَ تعلیم سره څهٔ کار نهٔ وهٔ ( اؤ نهٔ هغه ژبه پوهیدو) دَ دې نه دلته بحث نشته چې یهودو چې دَ څهٔ درس و تدریس کؤلو هغه پهٔ خپل اصلی اسمانی شکل کښې وهٔ کهٔ هغوی پکښې تبدیلی کړے وه۔ مطلب خو صرف دغه هومره دے چې دَ هغې احکامو مخاطب دَ بنی اسرائیلو قوم وهٔ۔ خواه دَ هغې تعلیم ځنی اجزاء لکه توحید وغېره دَ دین اصول دَ ټولو قومونو دپاره عام وو۔ بیا هم دا شریعت اؤ کتاب پهٔ مجموعی حیثیت سره دَ یو خاص قوم دَ هدایت دپاره راغلے وهٔ۔ نو دَ هغې دَ تعلیم سره کهٔ دَ نورو قومونو لکه غیرتی عربو کهٔ څهٔ دلچسپی نهٔ ساتله نو دا څهٔ نا اشنا خبره نهٔ وه۔ پهٔ دې وجه هغوی دا عذر پېش کؤلے شو چې مونږ ته خو یو اسمانی شریعت اؤ کتاب هم نهٔ دے راغلے ، اؤ کهٔ نورو قومونو ته راغلے وی نو پهٔ هغې مونږ څهٔ کار نهٔ دے لرلے بیا مونږ دَ شریعت پهٔ ترک ولے نیولی شو۔ زمونږ شریعت دے چرته؟
لېکن اوس دَ دې کتاب نازلېدو نه پس دَ هغوی دا بهانه هم ختمه شوه۔ اوس دَ الله تعالیٰ دَ رحمت باران خاص دَ دوی پهٔ کور کښې شوے دے چې اول ترېنه دوی فائده واخلی اؤ بیا دا دَ الله امانت دَ دنیا ټولو قومونو ته ورسوی، ځکه چې دا کتاب دَ خاص قوم دپاره نهٔ دے راغلے۔ دَ دې مخاطب ټول بنیادم دی۔ چنانچې دَ الله پهٔ فضل دَ عرب قوم پهٔ واسطه دا دَ الله امانت دَ مشرق اؤ مغرب تور اؤ سپین ټول مخلوق ته ورسېدو۔
اَوْ تَقُوْلُوْا لَوْ اَنَّاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْكِتٰبُ لَكُنَّاۤ اَهْدٰی مِنْهُمْ١ۚ فَقَدْ جَآءَكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ هُدًی وَّ رَحْمَةٌ١ۚ فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ صَدَفَ عَنْهَا١ؕ سَنَجْزِی الَّذِیْنَ یَصْدِفُوْنَ عَنْ اٰیٰتِنَا سُوْٓءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یَصْدِفُوْنَ۝۱۵۷
یا داسې وواییٔ کهٔ پهٔ مونږ دا کتاب نازل شوے وې نو مونږ خو به پهٔ سمه لار روان شوی وو دَ هغوی نه ښهٔ ، نو اوس راغلو تاسو ته دلیل ستاسو دَ رب له طرفه اؤ هدایت اؤ رحمت۔ ف۲۱۵ اوس دَ هغهٔ نه زیات ظالم څوک دے چې دروغ وګڼی آیتونه دَ الله اؤ مخ ترېنه واړوی ، مونږ به سزا ورکړو هغه چا ته چې مخ اړوی زمونږ دَ آیتونو نه سخت عذاب دَ دې مخ اړؤلو پهٔ بدل کښې۔ ف۲۱۶
ف۲۱۵: یعنی دَ نورو قومونو دَ خبرو پهٔ اورېدو شاید ستاسو زړهٔ کښې دا جوش راپورته شوے وی چې کهٔ مونږ ته دَ الله پېغام راغلے وې نو مونږ به پرې دَ دوی نه ښهٔ عمل کړے وهٔ۔ نو اوس دا دے تاسو ته دَ هغوی دَ کتابونو نه ښهٔ کتاب راغلو ګورو به چې تاسو اوس څهٔ کویٔ۔
ف۲۱۶: دَ دې داسې بې مثاله اؤ روښانه کتاب راتللو نه پس هم چې څوک دَ دې آیتونو ته دروغ وائی اؤ دَ دې دَ احکامو منلو نه مخ اړوی یا بل منع کوی دَ هغهٔ نه غټ ظالم به بل څوک وی۔ دَ صَدَفَ عَنْہَا دوه معنې دَ بزرګانو نه منقولې دی (۱) مخ اړؤل اؤ (۲) بل څوک منع کؤل۔ مترجم رحمة الله علیه اوله معنٰی خوښه کړے ده۔
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ رَبُّكَ اَوْ یَاْتِیَ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ١ؕ یَوْمَ یَاْتِیْ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ لَا یَنْفَعُ نَفْسًا اِیْمَانُهَا لَمْ تَكُنْ اٰمَنَتْ مِنْ قَبْلُ اَوْ كَسَبَتْ فِیْۤ اِیْمَانِهَا خَیْرًا١ؕ قُلِ انْتَظِرُوْۤا اِنَّا مُنْتَظِرُوْنَ۝۱۵۸
دوی دَ څهٔ انتظار نهٔ کوی مګر دَ دې چې راشی دوی ته فرښتې یا راشی ستا رب یا راشی څهٔ نخښې ستا دَ رب۔ پهٔ کومه ورځ چې راشی یوه نخښه ستا دَ رب ، څهٔ فائده به ور نهٔ کړی هېچا ته دَ هغهٔ ایمان راؤړل چې دَ مخکښې نه ېٔ ایمان نهٔ وهٔ راؤړے۔ یا ېٔ څهٔ نیکی نه وه کړے۔ تهٔ ورته ووایه تاسو انتظار کویٔ مونږ هم انتظار کوؤ۔ ف۲۱۷
ف۲۱۷: یعنی دَ الله پاک دَ طرف نه چې دَ هدایت څهٔ اندازه وه هغه پوره شوه رسولان راغلل ، کتابونه نازل شو۔ تر دې چې آخری رسول هم راغلو اؤ آخری کتاب نازل شو۔ بیا هم چې دوی نهٔ منی نو شاید چې دا انتظار کوی چې الله پاک پخپله راشی یا فرښتې راواستوی یا دَ قیامت یو غټه نښانه یعنی دَ قیامت څهٔ علامې څرګندې شی نو یاد لریٔ دَ قیامت پهٔ علامو کښې یوه علامه داسې هم ده چې دَ هغې دَ څرګندېدو نه پس نهٔ دَ کافر ایمان راؤړل قبلیږی ، نهٔ دَ ګنهګار توبه وېستل۔ دَ احادیثو نه معلومیږی چې دغه علامه دَ قبلې دَ مخې نمر راختل دی۔ یعنی کله چې دَ الله پاک اراده وشی چې دَ دنیا دا نظام ګډوډ کړی اؤ دا دنیا ختمؤل وغواړی نو اول به دَ فطری قوانینو خلاف غټې غټې خلافِ عادت علامې څرګندې شی۔ پهٔ هغې کښې یو دا هم ده چې نمر دَ نمرخاتهٔ پهٔ ځاېٔ دَ نمر پرېواتهٔ دَ مخې واپس را وخیژی۔ غالبًا دَ دې اپوټه حرکت نه مطلب دې فطرف ته اشاره ده چې دې دنیا کښې دَ قدرت قوانینو چې پهٔ کوم نظام باندې کار کؤلو دَ هغه نظام میعاد پوره شو۔ اوس دَ دې نظامِ شمسی دَ ګډوډ کېدو وخت راغلو ګویا دَ دې وخت نه دَ دې عالم ځنکدن شروع شو۔ اؤ څنګه چې دَ عالمِ صغیر یعنی دَ انسان دَ ځنکدن پهٔ وخت کښې ایمان معتبر نهٔ دے اؤ توبه ېٔ قبوله نهٔ ده ځکه چې دا پهٔ حقیقت کښې پهٔ خپله خوښه اؤ اختیاری ایمان نهٔ دے (اوس ورته حقیقت معلوم شو نو پهٔ ایمان راؤړو مجبور دے) دغه شان دَ عالمِ کبیر یعنی دَ دنیا دَ ځنکدن پهٔ وخت کښې هم ایمان معتبر نهٔ دے۔ پهٔ ځنو احادیثو کښې دَ قبلې دَ مخې نمر راختو سره دَ قیامت نورې علامې هم ښیٔلی شوی دی لکه دَ دجال راتلل ، دَ رابَة الارض راوتل وغېره۔ دَ دې احادیثو نه معلومیږی چې دا ټولې علامې څرګندې شی نو دَ قبلې دَ مخې نمر راختو نه پس به دَ توبې دروازه بنده شی اؤ بیا دَ هېچا نهٔ ایمان قبلیږی اؤ نهٔ دَ ګناهونو نه توبه۔ زمونږ پهٔ زمانه کښې ځنی بې دینه چې هرې غیرې معمولی واقعې ته دَ استعارې رنګ ورکوی هغوی دَ قبلې دَ مخې نمر راختو ته هم دَ استعارې رنګ ورکوی حقیقت ېٔ نهٔ منی۔ غالبًا دَ هغوی پهٔ خیال به دَ قیامت راتلل هم یوه استعاره وی۔
فائده: دا چې وئیلې شوی دی چې ”فرښتې راکوزې شی یا ستا رب راشی“ دَ دې تفسیر پهٔ سَیَقُوْلُ پاره کښې آیت ہَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّأْتِیَہُمْ اللہُ فِیْ ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ کښې تېر شوے دے هلته ېٔ وګوریٔ اؤ جمله اَوْ کَسَبَتْ فِیْۤ اِیْمَانِہَا خَیْرًا پهٔ جمله اٰمَنَتْ مِنْ قَبْلُ باندې عطف ده نو تقدیر دَ عبارت داسې شو لَا یَنْفَعُ نَفْسًا اِیْمَانُہَا اَوْ کَسْبُہَا خَیْرًا لَمْ تَکُنْ اٰمَنَتْ مِنْ قَبْلُ اَوْ لَمْ تَکُنْ کَسَبَتْ فِیْۤ اِیْمَانِہَا خَیْرًا۔ یعنی چا چې مخکښې ایمان نهٔ وی راؤړے هغهٔ ته به ایمان راؤړل اوس فائده نهٔ ورکوی، اؤ چا چې مخکښې څهٔ نیکی نهٔ وی کړے اوس به کسبِ خیر څه فائده نهٔ ورکوی۔ یعنی توبه به ېٔ نهٔ قبلیږی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَ كَانُوْا شِیَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِیْ شَیْءٍ١ؕ اِنَّمَاۤ اَمْرُهُمْ اِلَی اللّٰهِ ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ۝۱۵۹
چا چې لارې را وویستې پهٔ دین کښې اؤ شو ګڼې ډلې سره دَ ستا دوی سره هېڅ کار نشته۔ دَ دوی کار حواله دے الله ته ، بیا هغه به ورته وښیٔ چې دوی څهٔ څهٔ کارونه کؤل۔ ف۲۱۸
ف۲۱۸: پهٔ تېره رکوع کښې قُلْ تَعَالَوْا اَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّکُمْ عَلَیْکُمْ الخ کښې ډېر احکام بیانؤلو نه پس فرمائیلی شوی وو وَ اِنَّ ہٰذَا صِرَاطِیْ مُسْتَقِیْمًا فَاتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِکُمْ عَنْ سَبِیْلِہٖ یعنی صراطِ مستقیم دَ دین نېغه لار هم یوه ده۔ دَ دې نه اخوا دېخوا کېدل ګمراهی ده۔ تمام انبياءؑ هم پهٔ یوه لار روان وو اؤ خلق ېٔ هم دغه یوې لارې ته رابلل۔ شَرَعَ لَکُمْ مِنَ الدِّیْنِ مَا وَصّٰی بِہٖ نُوْحًا وَّ الَّذِیًۤ اَوْ حَیْنَاۤ اِلَیْکَ وَمَا وَصَّیْنَا بِہٖۤ اِبْرَاہِیْمَ وَ مُوْسٰی وَ عِیْسٰیۤ اَنْ اَقِیْمُو الدِّیْنَ وَلَا تَتَفَرَّقُوْا فِیْہِ (سورتِ شورٰی، رکوع ۲) دَ دین پهٔ اصولو کښې نبیانو اؤ شریعتونو سره هېڅ اختلاف نشته۔ دَ زمانې اؤ ملکونو اؤ خارجی حالاتو مطابق دَ شریعت پهٔ جزئیاتو کښې څهٔ لږ ډېر فرق ښکاری نو دا پهٔ حقیقت کښې څهٔ اختلاف نهٔ دے ، بلکې دَ هر وخت سره مناسب پهٔ خپل رنګ کښې دَ یو مشترک مقصد حاصلؤلو پهٔ ذرائعو کښې بیل بیل رنګ (تنوع) دے۔ مخکښینیو نبیانو چې کوم تعلیم ورکؤلو دَ موسٰیؑ کتاب هم دَ هغې دَ مخالفت دپاره نه بلکې دَ هغې دَ تکمیل دپاره نازل شوے وهٔ۔ دَ ټولو نه پهٔ آخر کښې قرآن کریم راغلو چې دَ ټولو مخکښینیو کتابونو تکمیل ، تصدیق اؤ پوره پوره حفاظت کوی۔ پهٔ مینځ کښې دَ اعراض کونکیو دَ حالاتو بیانؤلو نه پس اِنَّ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَہُمْ سره بیا خپل مطلب ته راؤګرځېدو۔ یعنی دَ الله دین اؤ صراطِ مستقیم یو دے۔ کوم خلق چې پهٔ اصل دین کښې جُدا جُدا لارې راپیدا کوی اؤ فرقه بندیٔ جوړوی۔
یهودیان دی کهٔ عیسایان یا هغه دَ اسلام مدعیان چې پهٔ مستقبل کښې به دَ عقائدو څادر ټوټې ټؤټې کوی اؤ ډلې پرې به جوړوی ، هغوی سره ستا هېڅ تعلق نشته۔ دا ټول پهٔ تَفَرَّقَ بِکُمْ عَنْ سَبِیْلِہٖ کښې داخل دی یعنی دَ الله دَ لارې نه ګمراه دی۔ تهٔ دَ دوی نه دَ خپلې بېزاریٔ اظهار وکړه ، اؤ پهٔ خپله صحیح نېغه لار روان وسه۔ دَ دوی انجام الله ته حواله کړه ، هغه به دوی ته پهٔ دنیا کښې هم اؤ پهٔ آخرت کښې هم وښئی چې دَ دې ګړبړ څهٔ نتیجه ده۔ حضرت شاه صاحب فرمائی کومې خبرې چې دَ یقین کؤلو دی (یعنی اصولی عقائد) پهٔ هغې کښې فرق راوستل نهٔ دی پکار ، اؤ کومې خبرې چې دَ کؤلو دی (دَ دین فروع) پهٔ هغې کښې کهٔ دَ کؤلو طریقې جُدا جُدا دی نو دومره بدی پکښې نشته۔
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا١ۚ وَ مَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۱۶۰
څوک چې وکړی یو نیک کار دَ هغو دپاره دَ هغې لس چنده (ثواب) دے ، اؤ څوک چې وکړی یو بد کار نو هغهٔ ته به سزا ورکؤلے شی هم دَ هغې برابر اؤ پهٔ هغهٔ به هېڅ ظلم نه کیږی۔ ف۲۱۹
ف۲۱۹: ثُمَّ یُنَبِّئُہُمْ بِمَا کَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۔ پهٔ دې کښې دَ هغوی دَ کارونو سزا طرف ته اشاره ده۔ ورسره ورسره دَ هر نیک کار اؤ بد کار دَ بدلې ورکؤلو عامه طریقه هم ښیٔلے شوے ده چې دَ نیکیٔ بدل به یو پهٔ لس ورکؤلے شی اؤ دَ بدیٔ سزا به صرف دَ هغه بدیٔ پهٔ اندازه ورکؤلے شی ، دَ دې نه زیاته نه۔ یعنی چا چې یو نیک کار وکړو کم از کم لس(۱۰) نیکیٔ به ورکؤلے شی۔ دا دَ کم از کم اندازه ده دَ زیاتې حد نشته۔ وَاللہُ یُضَاعِفُ لِمَنْ یَّشَآءُ ۔ الله تعالیٰ به ېٔ زیاتوی چا ته چې ېٔ خوښه وی۔ اؤ چا چې بد کار وکړو هغهٔ ته به هم دَ هغې کار پهٔ اندازه سزا ورکؤلے شی ، دَ هغې نه به زیاته نهٔ ورکؤل کیږی پهٔ دې کښې کمې کېدے شی ، یا چا ته کهٔ ېٔ بالکل معاف کوی نو هم دَ هغهٔ اختیار دے۔
هرکله چې دَ هغهٔ دَ رحمت دا حال دے نو پهٔ دې کښې دَ ظلم څهٔ امکان کېدے شی۔
قُلْ اِنَّنِیْ هَدٰىنِیْ رَبِّیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ١ۚ۬ دِیْنًا قِیَمًا مِّلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا١ۚ وَ مَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۱۶۱
تهٔ ورته ووایه ، ما ته وښودله الله نېغه لار دین صحیح دَ ملتِ ابراهیمی چې یو مخیز دے ف۲۲۰ اؤ نهٔ وهٔ دَ شرک کونکیو نه۔ ف۲۲۱
ف۲۲۰: یو مخیز یعنی صرف دَ خپل الله طرف ته وهٔ۔
ف۲۲۱: یعنی تاسو پهٔ دین کښې هر څومره لارې کهٔ جوړویٔ یا هر څومره معبودان کهٔ نیسیٔ ستاسو خوښه ده۔ ما ته خو خپل رب نېغه لار ښیٔلے ده۔ هغه دَ خالص توحید اؤ کامل توکّل لار ده ، پهٔ کومه چې ابو الانبیاء حضرت ابراهیم خلیل الله روان وهٔ اؤ دَ کوم نو م چې اوس هم عرب اؤ ټول زاړهٔ دینونه پهٔ عزت اخلی۔
قُلْ اِنَّ صَلَاتِیْ وَ نُسُكِیْ وَ مَحْیَایَ وَ مَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱۶۲
تهٔ ورته ووایه چې زما نمونځ اؤ قربانی اؤ زما ژوند اؤ مرګ خالص الله دپاره دی چې پالونکے دَ تمام جهان دے۔
لَا شَرِیْكَ لَهٗ١ۚ وَ بِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَ اَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ۝۱۶۳
هېڅوک دَ هغهٔ شریک نشته ف۲۲۲ اؤ دغه ماته حکم شوے دے اؤ زهٔ دَ ټولو نه اول فرمانبردار یم۔ ف۲۲۳
ف۲۲۲: پهٔ دې آیت کښې دَ توحید اؤ تفویض هغه وچت مقام ته اشاره ده پهٔ کوم چې حضور اکرمﷺ فائز وهٔ۔ دَ نمونځ اؤ قربانئ پهٔ خاص ذکر دَ مشرکانو تردید مقصد دے چې هغوی به عبادت اؤ مالی قربانئ دَ غیر الله پهٔ نوم کؤلے۔
ف۲۲۳: اکثر مفسرین دَ ”اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ“ مطلب دا اخلی چې دَ دې اُمّتِ محمّدیﷺ پهٔ اعتبار حضورﷺ اول مسلمان وهٔ لېکن دَ جامع ترمذی شریف دَ یو حدیث ”کنت نبیا و آدم بین الروح الجسد“ پهٔ اعتبار هر کله چې حضورﷺ اوّل الانبیاء وهٔ نو بیا پهٔ اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ کېدو کښې ېٔ څهٔ شک دے۔
دَ دې نه علاوه کېدے شی چې دَ دې نه اولیت پهٔ زمانه کښې مراد نهٔ وی ، اولیت پهٔ مرتبه کښې مراد وی۔ یعنی دَ ټولې دنیا دَ فرمانبردارو پهٔ صف کښې اول نمبر باندې یم۔ (مترجمؒ چې دَ ترجمې پهٔ الفاظو کښې دې طرف ته اشاره کړے ده چې سب سے پہلے فرمانبردار ہوں ېٔ لیکلی دی سب سے پہلا ېٔ نهٔ ده لیکلے۔
قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْ رَبًّا وَّ هُوَ رَبُّ كُلِّ شَیْءٍ١ؕ وَ لَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ اِلَّا عَلَیْهَا١ۚ وَ لَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی١ۚ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ۝۱۶۴
ورته ووایه آیا زهٔ اوس دَ الله نه سوا بل رب ولټوم اؤ هم هغه رب دے دَ هر څیز ف۲۲۴ اؤ څوک چې څهٔ ګناه کوی هغه هم دَ دهٔ پهٔ ذمه ده۔ اؤ پېټے به نهٔ پورته کوی یو کس دَ بل۔ بیا هم ستاسو دَ رب سره ستاسو ټولو راجمع کېدل دی ، نو هغه به مو خبر کړی پهٔ کومو خبرو کښې چې تاسو جګړې کؤلے۔ ف۲۲۵
ف۲۲۴: وړومبے دَ الوهیت دَ توحید ذکر وشو اوس دَ ربوبیت دَ توحید ذکر دے۔ هر کله چې معبود برحق بې دَ الله نه بل نشته نو مددګار هم بل نهٔ شی کېدے ځکه چې امداد پهٔ ربوبیتِ عامه موقوف دے۔ اِیَّاکَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاکَ نَسْتَعِیْن۔
ف۲۲۵: مشرکانو به دَ مسلمانانو سره بحثونه کؤل چې تاسو دَ توحید لار پرېږدیٔ اؤ زمونږ لارې ته بیا راواؤړیٔ کهٔ پهٔ دې کښې څهٔ ګناه وی زمونږ پهٔ ذمه وَ قَالَ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا تَّبِعُوْا سَبِیْلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَایَاکُمْ (کافرانو به مسلمانانو ته وې تاسو زمونږ تابعداری وکړیٔ ستاسو دَ ګناه پېټے به مونږ پورته کړو) پهٔ دې آیت کښې دَ هغې جواب دے چې هر سړے به خپل پېټے پورته کوی ، پهٔ دې کښې څوک دَ بل سره امداد نهٔ شی کؤلے۔ باقی ستاسو دا بحثونه دنیا کښې دَ فیصله کېدو نهٔ دی۔ دَ دې فیصله به دَ الله پاک پهٔ دربار کښې دَ قیامت پهٔ ورځ کیږی۔ دا دنیا دَ فیصلې ځائې نهٔ دے، دا خو دَ امتحان ځائې دے۔ څنګه چې ورپسې آیتونو کښې راځی۔
وَ هُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ الْاَرْضِ وَ رَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَبْلُوَكُمْ فِیْ مَاۤ اٰتٰىكُمْ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ سَرِیْعُ الْعِقَابِ١ۖ٘ وَ اِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۱۶۵
اؤ هم هغهٔ تاسو نائب کړی یئ پهٔ زمکه کښې ف۲۲۶ اؤ پورته کړی ېٔ دی پهٔ تاسو کښې دَ ځنو ف۲۲۷ درجې پهٔ ځنو نورو چې تاسو باندې ازمېښت وکړی پهٔ خپلو حکمونو کښې ، بېشکه ستا رب ډېر ژر عذاب ورکؤنکے دے۔ اؤ هم هغه ډېر بخښونکے بې حده مهربانه دے۔ ف۲۲۸
ف۲۲۶: یعنی الله پاک تاسو پهٔ زمکه کښې نائبان پیدا کړی یئ ، دَ هغهٔ پهٔ درکړو اختیاراتو دې دنیا کښې څنګه څنګه کارونه کویٔ۔ یا دا چې تاسو ېٔ دَ یو بل نائبان کړی یئ ، چې یو قوم ځی اؤ بل راځی دَ هغهٔ پهٔ ځائې کښینی۔
ف۲۲۷: یعنی ستاسو ترمینځه ېٔ دَ مرتبو ډېر فرق وساتلو۔ پهٔ رنګ، صورت ، لهجه ، اخلاقو ، رزق ، دولت اؤ عزت کښې پهٔ بنیادمو کښې ډېرې درجې دی۔
ف۲۲۸: یعنی چې څرګند شی چې پهٔ دې حالاتو کښې کوم سړے تر کومه حده دَ الله تعالیٰ حکم منی۔ ابن کثیرؒ دَ فِیْہَا اٰتَاکُمْ نه هغې مختلفې درجې مراد اخستی دی پهٔ کومو کښې چې دَ استعداد مطابق الله پاک بنیادم ساتلی دی۔ پهٔ دې معنیٰ به دَ ازمائش مطلب دا وی چې مثلًا مالدار پهٔ دې خپل حالت باندې څومره شکر کوی اؤ فقیر پهٔ دې خپل حالت څومره صبر کوی اؤ هم دغه شان نور حالات واخلیٔ۔ بهرحال پهٔ دې ازمېښت کښې چې څوک نالائقه وختو الله پاک هغهٔ ته سریع العقاب دے اؤ څوک چې لږ کمزورے وهٔ دَ هغهٔ پهٔ حق کښې غفور دے اؤ څوک چې کامیاب شو دَ هغهٔ پهٔ حق کښې رحیم دے۔
سُوْرَۃُ الْاِعْرَاف مَکِیَّۃٌ وَّ ہِیَ مِائَتَانِ وَّ سِتّ اٰیَاتٍ وَّ اَرْبَعَ وَعِشْرُوْنَ رُکُوْعًا
سورتِ اعراف پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې دوه سوه اؤ شپږ (۲۰۶) آیتونه اؤ څلیرشت رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
الٓمّٓصٓۚ۝۱
الف ، لام ، میم ، صاد۔
كِتٰبٌ اُنْزِلَ اِلَیْكَ فَلَا یَكُنْ فِیْ صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنْذِرَ بِهٖ وَ ذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ۝۲
دا کتاب نازل شوے دے پهٔ تا۔ نو پکار دی چې ستا زړهٔ تنګ نهٔ شی دَ دې پهٔ رسؤلو کښې چې تهٔ ویروے ف۱ دَ دې پهٔ ذریعه اؤ دا نصیحت شی ایماندارو ته۔ ف۲
ف۱: حضرت ابن عباسؓ دَ حَرَجٌ تفسیر پهٔ شک کړے دے۔ یعنی دَ فَلَا یَکُنْ فِیْ صَدْرِکَ حَرَجٌ اؤ فَلَا تَکُنْ مِّنَ الْمُمْتَرِیْنَ یو معنیٰ شوه۔ یعنی پېغمبر چا باندې چې الله خپل کتاب نازل کړے دے دَ هغهٔ سره نهٔ ښائی چې دَ دې کتاب پهٔ احکامو کښې یوه ذره قدرې شک شبهه وکړی۔ نورو مفسرینو دا الفاظ پهٔ خپله ظاهری معنیٰ پریٔښی دی څنګه چې مترجمؒ اخستی دی۔ یعنی پهٔ ټول مخلوق کښې چې الله پاک کوم بنده دَ خپل کتاب نازلؤلو دپاره خوښ کړے دے ، هغهٔ ته مناسب نهٔ دی چې دَ کم عقلو حاسدانو دَ پېغورونو اؤ فضول خبرو پهٔ وجه دَ کتاب دَ څهٔ حکم پهٔ تبلیغ ېٔ طبیعت تنګ شی اؤ زړهٔ خفه کړی۔ لکه چې الله پاک فرمائی: فَلَعَلَّکَ تَارِکٌ بَّعْضَ مَا یُوحٰۤی اِلَیْکَ وَ ضَآئِقٌ بَہٖ صَدْرُکَ اَنْ یَّقُوْلُوْا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْہِ کَنْزٌ اَوْ جَآ ءَ مَعَہٗ مَلَکٌ (سورت هود، رکوع ۲)
(هسې نهٔ وی چې تهٔ پرېږدے څهٔ دَ هغه وحې نه چې تا ته راځی اؤ زړهٔ دې تنګ شی پهٔ دې خبره چې دوی وائی ولې راکوزه نهٔ شوه دهٔ ته خزانه یا ولې ورسره فرښته رانهٔ غله) اؤ بالفرض کهٔ چرې خپله دَ پېغمبر پهٔ زړهٔ کښې دَ خپل کتاب پهٔ احکامو پوره یقین اؤ اعتماد نهٔ وی نو هغه به دَ تبلیغ خپله فریضه څنګه په پوره طاقت اؤ جرأت سره ترسره کړی۔
ف۲: یعنی دَ کتاب دَ نازلؤلو مطلب دا دے چې تهٔ ټول مخلوق دَ خپل انجام نه خبر کړې اؤ دَ ناکاره کارونو نتیجه ورته وښئ چې دا کتاب دَ ایمان راؤړونکیو دپاره مؤثر پېغام اؤ نصیحت ثابت شی۔
اِتَّبِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ لَا تَتَّبِعُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ۝۳
تابعداری کوه دَ دغې چې نازل شوی دی پهٔ تا ستا دَ رب دَ طرفه اؤ مهٔ روانېږه دَ دې نه سوا نورو ملګریو پسې تاسو ډېر کم سوچ کویٔ۔ ف۳
ف۳: بنیادم کهٔ چرې دَ خداوند کریم پهٔ احساناتو ، خپل انجام اؤ آغاز اؤ دَ بدیٔ اؤ نیکیٔ پهٔ نتیجه ځان پوهه کړی نو هېچرې دا زړهٔ نهٔ شی کؤلے چې دَ الله پاک هدایت پرېږدی اؤ دَ شیطان تابعداری وکړی۔ پهٔ تېرو قومونو کښې چې چا دَ الله لار پریٔښې ده اؤ دَ پېغمبرانو مقابله ېٔ کړے ده ، هغوی ته چې دَ دې عمل کومه سزا پهٔ دنیا کښې ورکړې شوے ده مخکښې هغه بیانیږی۔
وَ كَمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا فَجَآءَهَا بَاْسُنَا بَیَاتًا اَوْ هُمْ قَآىِٕلُوْنَ۝۴
اؤ څومره کلی مونږ تباه کړل چې را ورسېدو ورته زمونږ عذاب دَ شپې شپې یا دَ غرمې دَ خوب پهٔ وخت کښې۔
فَمَا كَانَ دَعْوٰىهُمْ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَاۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ۝۵
بیا هم دغه دَ هغوی چغې وې کله چې ورته ورسېدو زمونږ عذاب چې وې به ېٔ بې شکه مونږ ګنهګار یو۔ ف۴
ف۴: یعنی چې دَ هغوی ظلم اؤ ګناهونه دَ حد نه زیات شو دَ دنیا پهٔ عیش و عشرت کښې غرق شو اؤ دَ الله دَ عذاب نه بې پرواه شو نو ناڅاپه زمونږ عذاب راګېر کړل۔ بیا ترېنه دَ هېبته خپلې ټولې خبرې هېرې شوې۔ دَ هر طرف نه بس دغه چغې راتلې۔ مونږ ظالمان یو۔ ګنهګار یو۔ یعنی دغه وخت دوی خپله اقرار کؤلو چې الله پهٔ چا ظلم نهٔ کوی۔ مونږ خپله پهٔ ځانونو ظلم کړے دے۔
فائده: دې ”فَجَآءَہَا بَأْسُنَا “ پهٔ فؔ کښې دَ مفسرینو ګڼ قولونه دی غالبًا مترجمؒ دا دَ اَہْلَکْنَاہَا دپاره تفسیر اؤ تفصیل کړے دے لکه چې څوک وائی۔ تَوَضَّأَ فَغَسَلَ وَجْہَہٗ وَ ذِرَاعَیْہِ (اودس ېٔ وکړو نو مخ لاس ېٔ ووینځل) دلته مخ لاس وینځل دَ اودس تفصیل دے۔ دغه شان دلته هم بَأْسُنَا دَ هلاکت تفصیل دے۔
فَلَنَسْـَٔلَنَّ الَّذِیْنَ اُرْسِلَ اِلَیْهِمْ وَ لَنَسْـَٔلَنَّ الْمُرْسَلِیْنَۙ۝۶
نو مونږ به ضرور تپوس کوؤ دَ هغوی نه چا ته چې مونږ رسولان ور استؤلی وو اؤ ضرور به تپوس کؤو دَ هغه رسولانو نه هم۔ ف۵
ف۵: کومو قومونو ته چې پېغمبران راغلی دی دَ هغوی نه به تپوس کیږی چې تاسو دَ خپلو پېغمبرانو بلنه تر کومه حده منلې وه ؟ اؤ خپله به دَ هغه پېغمبرانو نه هم تپوس کیږی چې ” ستاسو اُمت ستاسو بلنه تر کومه حده منلې وه“؟
فَلَنَقُصَّنَّ عَلَیْهِمْ بِعِلْمٍ وَّ مَا كُنَّا غَآىِٕبِیْنَ۝۷
بیا به مونږ هغوی ته ټول حال واؤروو دَ خپل علم نه اؤ مونږ چرته غېر حاضر نهٔ وو۔ ف۶
ف۶: یعنی ستاسو یو هم وړوکے ، پټ یا څرګند عمل زمونږ دَ علم نه بهر نهٔ دے۔ مونږ بغېر دَ بل چا دَ ښیٔلو دَ ذرې ذرې حال نه پخپله خبر یو۔ اؤ دَ دې خپل کامل ازلی علم مطابق به ستاسو ټول حالات تاسو ته څرګند کړو۔ دَ ملائکو لیکلی شوے عملنامې هم دَ الله دَ علم نه یوه ذرّه مخالفې کېدے نهٔ شی۔ الله تعالیٰ پهٔ خپله دَ هر څهٔ نه خبر دے۔ دَ عملنامو لیکل خو هسې یو قانونی کاروائی ده اؤ دَ حکومت دَ انتظام یوه طریقه ده، ګنی دَ الله تعالیٰ پهٔ خپل علم کښې دې څیزونو ته څهٔ حاجت نشته۔
وَ الْوَزْنُ یَوْمَىِٕذِ اِ۟لْحَقُّ١ۚ فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۝۸
اؤ تول به پهٔ دغه ورځ برابر کیږی، بیا دَ چا تول چې دروند شو نو هم هغوی دی نجات موندونکی۔
وَ مَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَظْلِمُوْنَ۝۹
اؤ دَ چا تول چې سپک شو۔ نو هم دغه کسان دی چې خپل نقصان ېٔ وکړو ف۷ پهٔ دې چې زمونږ دَ آیتونو انکار ېٔ کؤلو۔ ف۸
ف۷: دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ ټولو خلقو عملونه چې درانهٔ وختل هغه کامیاب دی اؤ دَ چا چې سپک وختل هغه تاوانی شو۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ هر چا عمل دَ هغې دَ تول پهٔ حساب لیکلے شی۔ مثلًا یو کار پهٔ اخلاص اؤ محبت سره دَ شرعی قانون مطابق پهٔ خپله صحیح موقع وشی نو دَ هغې وزن به دروند وی۔ اؤ هم دغه کار کښې کهٔ اخلاص کم وی ، دَ ریا دپاره وشی یا دَ شرعی حکم مطابق پوره پوره نهٔ وی یا پهٔ خپله موقع نهٔ وی نو دَ هغې وزن سپک شی۔ پهٔ آخرت کښې به دغه کارونه تللې شی دَ چا چې دَ نیکیٔ تله درنه شوه نو هغهٔ ته به ګناهونه معاف شی اؤ دَ چا چې سپکه شوه هغه به راګېر شی۔ دَ ځنو عالمانو دا خیال دے چې اعمال چې دې وخت اعراض دی ظاهری شکل ېٔ نشته۔ خو دا به پهٔ آخرت کښې دَ اجسامو پهٔ شکل کښې موجود شی نو پخپله به تللې شی۔ دَ اعمالو پهٔ تول دا اعتراض کیږی چې اعمال خو اعراض غیر قار الذّات دی دَ دې خو هر یو خبر دَ واقع کېدو نه پس ختمیږی نو دَ دې جمع کېدل اؤ تلل به څنګه کیږی۔ زهٔ وایم دَ ګراموفون پهٔ رکارډونو کښې اوږدهٔ تقریرونه بندیږی، آیا دا تقریرونه اعراض نهٔ دی؟ چې یو لفظ دَ خلې نه معدوم کېدے نو بیا به دا ټول پهٔ رکارډ کښې څنګه جمع کېدل۔ دَ دې نه عقل واخلیٔ چې الله پاک چې دَ ګراموفون دَ موجد هم خالق دے ، هغهٔ هېڅ ګرانه نهٔ ده چې زمونږ دَ ټول ژوند دَ عملونو داسې مکمل رکارډ تیار کړی چې یوه وړوکې خبره ترې هم نهٔ وی پاتې۔ باقی پاتی شو دَ دې تلل نو دَ روایاتو نه مونږ ته دومره معلومیږی چې دَ دې وزن به پهٔ داسې تله کیږی چې پکښې به دوه پلونه اؤ لکه دَ کنډې ستن وی لېکن هغه تله اؤ دَ هغې پلونه به کوم قسم وی اؤ پهٔ هغې کښې دَ وزن معلومؤلو طریقه به څهٔ وی؟ پهٔ دې خبرو پوهېدل زمونږ دَ عقل دَ طاقت نه بهر دی اؤ پهٔ دې مونږ مکلّف هم نهٔ یو۔ یو دا تله څهٔ چې دَ هغې وینا یو څیز هم سوا دَ دې نه چې مونږ ېٔ نوم واؤرو اؤ یو اجمالی تصوّر ېٔ زړهٔ کښې جوړ کړو اؤ عقیده پرې وساتو۔ دَ دې نه زیاتی پهٔ حقیقت پوهېدل ېٔ زمونږ دَ عقل نه بهر کار دے۔ ځکه چې دَ هغه دنیا نظام چې پهٔ کومه طریقه دے ، پهٔ دې دنیا کښې پهٔ هغې پوهېدل ممکن نهٔ دی۔
تاسو دَ دې دنیا مختلفو تلو ته وګوریٔ۔ دلته دَ سرو سپینو اؤ ملغلرو تللو دپاره بیله تله ده ، دَ غلې اؤ لرګو دپاره بیله ده۔ اؤ دَ هوا اؤ حرارت معلومؤلو دپاره بیله ده۔ تهرمامیټر هم یوه تله ده چې زمونږ دَ بدن دننه حرارت پرې تللې شی۔ نو چې پهٔ دې دنیا کښې دَ اجسامو اؤ اعراضو دَ تللو دپاره داسې قسم قسم تلې بنیادمو جوړې کړی دی۔ نو کهٔ الله پاک زمونږ دَ اعمالو دَ وزن اؤ درجې معلومؤلو دپاره یوه خاصه تله جوړه کړے وی نو دې کښې څهٔ اشکال دے؟
ف۸: دَ دې آیتونو نه انکار کؤل هم دَ دې حق تلفی ده څنګه چې دَ یَظُنُّوْنَ نه څرګندیږی۔
وَ لَقَدْ مَكَّنّٰكُمْ فِی الْاَرْضِ وَ جَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ۠۝۱۰
اؤ مونږ تاسو ته ځائې درکړو پهٔ زمکه کښې اؤ پهٔ دې کښې مو ستاسو دپاره روزیٔ مقرر کړې ، تاسو ډېر کم شکر کویٔ۔ ف۹
ف۹: دَ دې ځائې نه دَ ځنو آفاقی اؤ انفسی علامو بیان شروع کیږی دَ کومو نه چې یو طرف ته دَ دنیا دې حکیمانه نظام باندې غور کؤلو پهٔ وجه دَ الله پاک پهٔ وجود اؤ دَ هغهٔ پهٔ احساناتو دلیل نیولے شی اؤ بل طرف ته دَ نبوت دَ ضرورت دَ نبیانو دَ راتلو اؤ دَ هغهٔ دَ تابعدارو اؤ مخالفانو دَ انجام پهٔ حق کښې چې دَ دې سورت اصل موضوع ده۔ دا آیتونه دَ تمهید کار ورکوی۔
وَ لَقَدْ خَلَقْنٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ١ۖۗ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ١ؕ لَمْ یَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ۝۱۱
اؤ مونږ تاسو پیدا کړیٔ بیا مو ستاسو شکلونه جوړ کړل بیا مو حکم وکړو فرښتو ته چې سجده وکړیٔ آدمؑ ته ، نو ټولو سجده وکړه بې دَ ابلیس نه۔ نهٔ وهٔ هغه دَ سجده کؤنکیو نه،
قَالَ مَا مَنَعَكَ اَلَّا تَسْجُدَ اِذْ اَمَرْتُكَ١ؕ قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ١ۚ خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّ خَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ۝۱۲
الله ترې تپوس وکړو څهٔ څیز منع کړې تهٔ دَ سجدې کؤلو نه هر کله چې ما درته حکم وکړو ، هغهٔ ووېٔ زهٔ دَ دهٔ نه بهتر یم، زهٔ دې پیدا کړے یم دَ اور نه اؤ دې دې پیدا کړے دے دَ خاورې نه۔
قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا یَكُوْنُ لَكَ اَنْ تَتَكَبَّرَ فِیْهَا فَاخْرُجْ اِنَّكَ مِنَ الصّٰغِرِیْنَ۝۱۳
الله ورته حکم وکړو کوز شه دَ دې ځائې نه ف۱۰ تهٔ دَ دې قابل نهٔ ېٔ چې کبر وکړې دلته نو بهر ته وځه تهٔ ذلیل ېٔ۔ ف۱۱
ف۱۰: یعنی ستاسو دَ پیدائش نه مخکښې ېٔ ستاسو دَ وسېدو ، خوراک څښاک اؤ نور دَ ضرورت سامان پیدا کړو ، بیا ېٔ ستاسو ماده پیدا کړه بیا ېٔ هغې ته داسې ښائسته شکل ورکړو چې بل مخلوق ته ېٔ نهٔ دے ورکړے۔ بیا ېٔ دې خاکی وجود ته هغه روح اؤ حقیقت ورکړو دَ کوم پهٔ برکت چې ستاسو نیکهٔ آدمؑ چې دَ هغهٔ وجود دَ ټولو بنیادمو پهٔ وجود شامل وهٔ ، خلیفة الله اؤ دَ فرښتو مسجود شو۔ بیا چا چې پهٔ دغه وخت دَ دغه عزت دَ سجدې نه انکار وکړو، هغه مردود شو۔ ځکه چې دا دَ عزّت سجده دَ الله پاک دَ خلافت دَ نښانې پهٔ طور وه۔ فرښتې چې دَ بحث نه پس اؤ دَ امتحان نه پس دَ آدمؑ پهٔ علمی کمال اؤ روحانی کمال باندې پوهه شوے وې ، دَ حکم سره پهٔ سجده پرېوتې۔ اؤ دغه شان ېٔ دَ الله پاک دَ فرمانبرداریٔ اؤ اطاعت ثبوت پېش کړو اؤ دَ شیطان لعین چې پهٔ اصل کښې جن وهٔ خو دَ ډېر عبادت پهٔ وجه پهٔ فرښتو کښې شریک شوے وهٔ آخر خپل حقیقت څرګند کړو۔ دَ هغهٔ نظر دَ آدمؑ پهٔ مادی ساخت پرېوتو اؤ دَ نَفَخْتُ فِیْہِ مِنْ رُّوْحِیْ پهٔ راز پوهه نهٔ شو۔ ځکه ېٔ دَ الله دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ خپلې بهتریٔ دعویٰ وکړه نو دَ دغې کبر اؤ دَ الله دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ خپل خواهش دَ تابعداریٔ پهٔ وجه دَ الله دَ رحمت نه همېشه دپاره محروم شو۔ پهٔ اصل کښې پهٔ کوم څیز چې هغهٔ فخر کؤلو۔ یعنی دَ اور نه پیدا کېدل۔ هم هغه ېٔ دَ هلاکت سبب شو۔ دَ اور خاصیت سپکوالے ، تیزی ، ګرمی ، تباهی اؤ فساد دے۔ اؤ خاوره کښې دَ دې برخلاف مستقل مزاجی ، تواضع اؤ سکون دے۔ ابلیس چې دَ اور نه پیدا وهٔ۔ دَ الله پهٔ دې حکم ورباندې اور بل شو۔ اؤ پهٔ رائے قائمؤلو کښې ېٔ جلد بازی وکړه۔ انجام ته ېٔ فکر ونهٔ کړو، دَ حسد پهٔ اور کښې وریت شو ، دَ دوزخ اور ته ېٔ ځان وغورزؤلو۔ پهٔ خلاف دَ دې دَ آدمؑ نه چې غلطی وشوه نو هغه دَ الله تعالیٰ پهٔ مخکښې ډېره پهٔ عاجزیٔ معافی وغوښته اؤ دَ تابعداریٔ اؤ فرمانبرداریٔ ثبوت ېٔ ورکړو۔ اؤ هم دَ دغې عاجزیٔ اؤ استقامت پهٔ سبب ېٔ الله پاک توبه قبوله کړه اؤ خپل نیابت ېٔ ورکړو۔ ثُمَّ اجْتَبٰہُ رَبُّہٗ فَتَابَ عَلَیْہِ وَ ہَدٰی۔ پهٔ دې وجه وئیلے شی چې ابلیس پهٔ خپل عنصری ترکیب باندې ځان افضل ګڼلو کښې هم ټکره خوړلې ده۔ حافظ شمس الدین ابن قیّم پهٔ بدائع الفوائد کښې پنځلس وجې ښیٔلی دی ، چې خاوره دَ اور نه افضله ده۔
ف۱۱: یعنی پهٔ آسمانونو کښې پهٔ جنت کښې دَ الله پاک هغه مخلوق وسېدے شی کوم چې دَ الله پاک پوره پوره فرمانبرداری اؤ پهٔ هېڅ خبره کښې یو پوټے نافرمانی نهٔ کوی۔ دَ متکبّرو اؤ نافرمانو دَ وسېدو ګنجائش دلته نشته۔ بهرحال ابلیس لعین دَ عزّت دَ هغه مقام نه کوم ته چې دَ ډېر عبادت پهٔ برکت رسېدلے وهٔ ، دَ کبر پهٔ وجه وشړلے شو۔
فائده: ابلیس ډېره موده دَ ملائیکو پهٔ ټولی کښې شاملېدو نه دا ثابتیږی چې الله پاک دَ یو مخلوق فطرت هم داسې نهٔ دے پیدا کړے چې خامخا دې پهٔ بدیٔ کؤلو مجبور وی۔ (اَن چې دَ شیطان اصل فطرت هم دا نهٔ دے) بلکې دَ خبیث نه خبیث وجود هم دَ اصل فطرت پهٔ لحاظ قابلیت لری چې نیکی اؤ پرهېزګاری اختیار کړی اؤ انتهائی ترقی وکړی تر دې چې دَ فرښتو پهٔ ټولی کښې شمېر شی۔
قَالَ اَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ۝۱۴
هغهٔ ووېٔ ماته مهلت راکړه تر هغې ورځې چې خلق دَ قبرونو نه پورته کؤلے شی۔
قَالَ اِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ۝۱۵
الله ووېٔ تا ته مهلت درکړې شوے دے۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی کله چې تا دا سوال وکړو نو پهٔ دې پوهه شه چې دا دَ وخته نه دَ الله پاک پهٔ علم کښې فیصله شوے ده چې تا ته به مهلت درکؤلے شی۔ هر کله چې دَ حکمت الٰهی دا تقاضا وه چې الله پاک دَ خپل صفاتِ کمالیه اؤ شاهی عظمت ظاهر کړی نو هغهٔ دا عالم پیدا کړو۔ اَللہَ الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ وَّ مِنَ الْاَرْضِ مِثْلَہُنَّ یَتَنَزَّلُ الْاَمْرُ بَیْنَہُنَّ لِتَعْلَمُوْاۤ اَنَّ اللہُ عَلٰی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ وَّ اَنَّ اللہَ قَدْ اَحَاطَ بِکُلِّ شَیْءٍ عِلْمًا۝ (سوره الطلاق ، رکوع ۲) (یعنی دَ زمکې آسمان دَ پیدائش اؤ دَ دې ټول انتظام اصل مقصد دا دے چې خلق دَ الله پاک دَ قدرتِ کامله اؤ دَ علمِ محیط وغېره صفاتو معرفت حاصل کړی۔ دَ دغه معرفت نه دَ بعضې سلفو پهٔ خیال وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنَ۝ کښې پهٔ عبادت سره تعبیر شوے دے۔ اؤ ظاهره ده چې دَ عالم دَ پیدائش نه دا غرض پهٔ پوره طریقه هله حاصلېدے شی چې پهٔ مخلوقاتو کښې دَ هر قسم صفاتِ کمالیه ؤ اظهار وشی۔ اؤ دا هله کېدے شی چې پهٔ مخلوقاتو کښې فرمانبردار اؤ نافرمانه۔ وفادار اؤ باغی اؤ مجرمان هر قسم مخلوق موجود وی اؤ دَ الله پاک نه نافرمانو ته دَ خپل طاقت پهٔ پوره پوره استعمال کښې اختیار اؤ قدرت اؤ دَ ټولو وسائلو دَ استعمال مهلت اؤ ازادی ورکړې شی اؤ بیا پهٔ انجام کښې دَ الله پاک دَ فرمانبردارو ټولے غالب شی اؤ نافرمانه خپل انجام ته ورسی اؤ دغه شان دَ سخت امتحان نه پس دَ الله پاک دوستان کامیاب شی۔ دَ دې نه بغیر دَ ټولو صفاتِ کمالیه ؤ دَ اظهار بل څهٔ صورت نشته نو خیر اؤ شر اؤ دَ خیر و شر سرچشمه پیدا کؤلو کښې دا حکمتونه دی چې دَ دنیا دَ پیدا کؤلو غرض یعنی دَ صفاتِ کمالیه ؤ اظهار بغیر دَ دې نه نهٔ کېدو۔ وَ لَوْ شَآءَ رَبُّکَ لَجَعَلَ النَّاسَ اُمَّۃً وَّاحِدَۃً وَلَا یَزَالُوْنَ مُخْتَلِفِیْنَ اِلَّا مَنْ رَّحِمَ رَبُّکَ وَ لِذٰلِکَ خَلَقَہُمْ۔ (سوره هود، رکوع ۲)
ځکه دا ضروری وه چې ابلیس لعین ته چې دَ شر سرچشمه ده ، پوره مهلت ورکړې شی۔ چې هغه ترقیامته پورې خپل پوره طاقت استعمال کړی لېکن شیطان دا طاقت براهِ راست دَ الله پاک پهٔ مقابله کښې نهٔ شو استعمالؤلے۔ نو ضروری شوه چې دَ الله پاک دَ طرف نه دَ نیابت پهٔ طور یو مخلوق پیدا کړې شی چې شیطان ته دَ هغو سره دَ جنګ موقع پهٔ لاس ورشی (وَ اَجْلِبْ عَلَیْہِمْ بِخَیْلِکَ وَ رَجَلِکَ وَ شَارِکْہُمْ فِی الْاَمْوَالِ وَ الْاَوْلَادِ وَ عِدْہُمْ وَمَا یَعِدُہُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا ۝ ) (بنی اسرائیل، رکوع ۷)
(اؤ راوله پهٔ دوی باندې خپل سوارهٔ اؤ پیاده اؤ شریک کړه دوی پهٔ مال اؤ پهٔ اولاد کښې اؤ وعدې وسره وکړه اؤ دَ شیطان وعدې خو بس دَ دروغو دی) اؤ بیا تر څو پورې چې دا مخلوق دَ نیابت حق ادا کوی خالص شاهی فوځ (فرښتې) دَ دوی امداد وکړی اؤ سره دَ کمزورتیا اؤ لږوالی آخرکار دَ الله پاک پهٔ فضل اؤ رحمت ېٔ دَ دښمنانو پهٔ مقابله کښې کامیاب کړی نو ښهٔ پوهه شیٔ چې دا زمکه دَ شیطان اؤ بنیادم میدانِ جنګ دے۔ اؤ پوره مقابله هله کېدے شی چې دواړه ډلې دَ یو بل نه پهٔ خطره کښې وی۔ ځکه قدرتی طور داسې حالات جوړ شو چې دَ دواړو پهٔ زړهٔ کښې یو بل ته دښمنی پرېوته۔ ابلیس دَ سجدې نهٔ کؤلو پهٔ وجه دَ خپلې مرتبې نه راوغورزېدو اؤ آدمؑ دَ ابلیس پهٔ وسوسه دَ جنت نه راووتو۔ پهٔ دې طریقه دَ دواړو پهٔ زړهٔ کښې دښمنی پرېوته اؤ دَ جنګ میدان تود شو۔ وَ الْحَرْبُ سِجَالٌ وَ اِنَّمَا الْعِبْرَۃُ لِلْخَوَاتِیْمِ۔
(اؤ جنګ دَ ارټ یو منګے دے کله ډک وی کله تش، کله یوه ډله درنه وی کله بله خو اعتبار دَ اخری نتیجې دے چې آخر کښې څوک کامیاب شی)
قَالَ فَبِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۱۶
هغهٔ ووېٔ څنګه چې تا زهٔ ګمراه کړم نو زهٔ به هم دوی ته پهٔ څؤ کښې ناست یم ستا پهٔ نېغه لار کښې۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی دَ غلو پهٔ شان به دَ دوی پهٔ ایمان ډاکه اچوم۔ هم دَ دغې پهٔ وجه ما دا بده ورځ ولیده۔
ثُمَّ لَاٰتِیَنَّهُمْ مِّنْۢ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَ مِنْ خَلْفِهِمْ وَ عَنْ اَیْمَانِهِمْ وَ عَنْ شَمَآىِٕلِهِمْ١ؕ وَ لَا تَجِدُ اَكْثَرَهُمْ شٰكِرِیْنَ۝۱۷
بیا دوی ته به راځم دَ دوی دَ مخې نه اؤ دَ شا نه اؤ دَ ښی طرف اؤ ګس طرف نه۔ ف۱۴ اؤ نهٔ به مومې تهٔ اکثر پهٔ دوی کښې شکر کؤنکی۔ ف۱۵
ف۱۴: یعنی دَ هر طرف نه به پرې حمله کؤم۔ دَ څلورو طرفونو دَ ذکر نه مطلب دا دے چې دَ هر طرف نه اؤ پهٔ هره موقع۔
ف۱۵: دا دَ ابیس لعین اندازه وه چې صحیح ښکاره شوه۔ وَ لَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْہِمْ اِبْلِیْسُ ظَنَّہٗ فَاتَّبَعُوْہُ اِلَّا فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۔
قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُوْمًا مَّدْحُوْرًا١ؕ لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ اَجْمَعِیْنَ۝۱۸
الله ووېٔ دَ دې ځائې نه وځه پهٔ ناکاره حالت کښې رټلے شوے۔ څوک چې پهٔ دې بنیادمو کښې ستا پهٔ لار ځی نو زهٔ به ضرور ډک کړم دوزخ ستاسو ټولو نه۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی کهٔ اکثر بنیادم ناشکره شی نو زما به څهٔ تاوان وکړی۔ آخری کامیابی خو زما دَ لږې تابعدارې ډلې ده اؤ دَ ناشکرو اکثریت به دَ دوزخ دَ اور خوراک شی۔ یعنی دَ شیطان لښکر دَ ډېروالی سره هم دَ الله دَ فرمانبردارې ډلې پهٔ مقابله کښې کامیابېدے نهٔ شی۔
وَ یٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَ زَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَیْثُ شِئْتُمَا وَ لَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝۱۹
اؤ اے آدمهؑ وسېږه تهٔ اؤ ستا بی بی پهٔ جنت کښې بیا خوریٔ چرته چې مو زړهٔ غواړی اؤ نژدے مهٔ ورځیٔ دې ونې ته بیا به تاسو شیٔ ګناهګار۔ ف۱۷
ف۱۷: آدمؑ اؤ بی بی حواءؑ ته اجازت وهٔ چې کوم ځائې ګرځی اؤ څهٔ خوری څښی نو هېڅ نا منع ورته نهٔ وه ، بې دَ یوې خاصې ونې نه (چې دَ هغې خوراک دَ جنت دَ ژوند اؤ استعداد مناسب نهٔ وهٔ) نو ورته وئیلی شوی وو چې دې ته مهٔ نژدے کېږیٔ، دې کښې ستاسو نقصان دے۔ دَ فَتَکُوْنَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ترجمه کهٔ داسې شوے وې چې ”بیا به شیٔ تاسو پهٔ نقصان کښې“ نو ښهٔ به وه (دَ ظلم معنیٰ څنګه چې ګناه راځی دغسې کمے اؤ نقصان هم راځی لکه وَ لَمْ تَظْلِمْ مِّنْہُ شَیْئًا کښې)
فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّیْطٰنُ لِیُبْدِیَ لَهُمَا مَاوٗرِیَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْاٰتِهِمَا وَ قَالَ مَا نَهٰىكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هٰذِهِ الشَّجَرَةِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَا مَلَكَیْنِ اَوْ تَكُوْنَا مِنَ الْخٰلِدِیْنَ۝۲۰
بیا تېروېستل هغوی شیطان چې څرګند کړی هغوی ته هغه څیزونه چې دَ هغوی دَ نظره پټ دی (یعنی) دَ پردې اندامونه اؤ ورته ېٔ ووېٔ تاسو الله نهٔ ییٔ منع کړی دَ دې ونې نه مګر پهٔ دې وجه چې هسې نه تاسو فرښتې شیٔ۔ یا دلته همېشه وسېدونکی شیٔ۔
وَ قَاسَمَهُمَاۤ اِنِّیْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِیْنَۙ۝۲۱
اؤ هغوی ته ېٔ قسمونه وخوړل چې زهٔ ستاسو خیرخواه یم۔
فَدَلّٰىهُمَا بِغُرُوْرٍ١ۚ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَ طَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ١ؕ وَ نَادٰىهُمَا رَبُّهُمَاۤ اَلَمْ اَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَ اَقُلْ لَّكُمَاۤ اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ۝۲۲
نو دواړه ېٔ پهٔ دې چل وغلؤل ف۱۸ بیا کله چې هغوی دا ونه وڅکله ، څرګند شو هغوی ته خپل دَ پردې اندامونه ف۱۹ نو دواړو کښېښؤل شروع کړل پهٔ دغه ځایونو دَ جنت پاڼې ف۲۰ اؤ اواز ورکړو هغوی ته دَ هغوی رب آیا ما نهٔ ویٔ منع کړی دَ دې ونې نه ، اؤ درته مې نهٔ وو وئیلی چې شیطان ستاسو څرګند دښمن دے۔
ف۱۸: آدمؑ اؤ حواءؑ بی بی دَ شیطان پهٔ قسمونو وغُلېدل چې دَ الله نوم پهٔ دروغه څوک اخستے شی؟ نو شاید چې دَ هغوی دا خیال راغلو چې دَ دې پهٔ خوراک به مونږ رښتیا فرښتې شو اؤ هېچرې به نهٔ فنا کیږو۔ اؤ دَ الله تعالیٰ کلام به اورو۔ فَتَکُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ او اِنَّ ہٰذَا عَدُوٌّ لَّکَ وَ لِزَوْجِکَ فَلَا یَخْرُجَنَّکُمَا مِنَ الْجَنَّۃِ فَتَشْقٰی وغېره ترېنه هېر شو اؤ دا ېٔ هم فکر ونهٔ شو چې هر کله هغهٔ ته فرښتو سجده وکړه اؤ دَ فرښتو نه زیات عزت ورکړے شو نو فرښتې جوړېدو ته ېٔ څهٔ حاجت وهٔ۔ ځکه الله پاک فرمائی۔ فَنَسِیَ وَ لَمْ نَجِدْ لَہٗ عَزْمًا ۔ پهٔ دې پوښه شیٔ چې امر و نهی کله دَ تشریح دپاره وی اؤ کله دَ شفقت پهٔ وجه وی۔ دَ دې مثال داسې دے لکه یو خو پهٔ ګاډی کښې بې ټکټه سفر کؤل منع وی چې دَ دې قانونی حیثیت دے اؤ دَ دې خلاف کؤل جرم دے اؤ یو پهٔ ډبه کښې دا لیکلی وی چې دلته مهٔ توکیٔ دَ دې نه بیماری خوریږی۔ دا منع دَ شفقت دپاره ده ورسره وجه ذکر شوے ده۔ دغه شان دَ الله پاک امر و نواهی هم ځنې تشریعی (قانونی) دی چې دَ هغې خلاف کؤل قانونی جرم اؤ دَ هغې حقوقو منافی دے دَ کومو چې شریعت حفاظت کؤل غواړی۔ ځنی امر و نواهی صرف دَ شفقت پهٔ وجه وی۔ دَ بنده دَ فائدې پهٔ غرض لکه دَ طبّ نبوی پهٔ احادیثو کښې چې عالمانو واضحه کړے ده۔ شاید چې آدمؑ دَ خاصې ونې دَ خوراک نه منع دَ شفقت پهٔ سبب ګڼلی وی ، دغه نهی ېٔ تشریعی نهٔ وی ګڼلې ، ځکه ېٔ دَ شیطان پهٔ قسمونو دَ دې دَ خلاف ورزیٔ دومره خیال ونهٔ کړو ، لېکن دَ نبیانوؑ وړه غوندې غلطی هم دَ هغوی دَ وچتې مرتبې پهٔ وجه غټه شمېرلے شی۔ ځکه دَ خپلې دې غلطیٔ پهٔ وجه ظاهری نقصان پورته کؤلو نه پس ېٔ هم ډېره موده پهٔ ژړا اؤ پهٔ زارو ، پهٔ توبو اؤ استغفار تېره کړه۔ اخرکار الله پاک پرې رحم وکړو اؤ دَ ثُمَّ اجْتَبٰہُ رَبَّہٗ فَتَابَ عَلَیْہِ وَ ہَدٰی نتیجه ېٔ حاصله کړه۔
ف۱۹: یعنی دَ نافرمانیٔ پهٔ ذریعه ېٔ ترېنه دَ جنّت جامې کوزې کړې ، ځکه چې دَ جنّت جامې پهٔ اصل کښې دَ تقویٰ یو محسوس شکل وهٔ۔ دَ یو منع شوی کار کؤلو پهٔ وجه چې څنګه پهٔ تقویٰ کښې کمې راغلو دغه هومره دَ جنّت دَ جامو نه هم محرومی راغله۔ غرض دا چې شیطان دا کوشش وکړو چې پهٔ غلطیٔ ېٔ مجبور کړی اؤ پهٔ دې طریقه ترېنه دَ جنّت جامې کوزې کړی۔ دا زما خیال دے لېکن حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې دا دَ جامو لرې کېدل دَ دې بوټی دَ خوراک طبعی نتیجه وه۔ هغوی لیکی چې پهٔ جنّت کښې دَ اودس ماتی ضرورت اؤ شهوت نهٔ وهٔ۔ دَ هغوی پهٔ بدن جامې وې چې هغوی ته ېٔ چرته دَ وېستلو ضرورت نهٔ وهٔ پېښ شوے۔ نو آدمؑ اؤ حواء بی بی دَ خپلو پردې دَ اندامونو نه خبر نهٔ وو۔ کله چې ترېنه دا غلطی وشوه اؤ دَ دې بوټی دَ خوراک پهٔ وجه ورته دَ بشری ضروریاتو حاجت پېښ شو نو دَ ضرورت پهٔ وجه ېٔ جامې کوزې کړې اؤ خپل دَ پردې اندامونه ېٔ ولیدل۔ ګویا انسانی کمزوریو باندې چې کومه پرده پرته وه دَ دې بوټی پهٔ خوړو هغه پرده پورته شوه اؤ آدمؑ دَ خپلو بشری کمزوریو نه خبر شو۔ دَ سَوْأَۃٌ لغوی معنٰی کښې ډېره فراخی ده۔ دَ قابیل اؤ هابیل پهٔ قصه کښې دَ ورور مړی ته سَوْأَۃ وئیلے شوے دے۔ سَوْأَۃَ اَخِیْہِ ۔ دَ یو حدیث شریف الفاظ دی اِحْدٰی سَوْأَتِکَ یَا مِقْدَادُ (اے مقداد دا ستا یو کمزوری ده) نو دلته سَوْأَۃَ دَ کمزوریٔ یا غلطیٔ پهٔ معنٰی راغلے دے۔ تر اوسه آدمؑ نظر دَ خپل ځان پهٔ سادګۍ اؤ پاکوالی(معصومیت) وهٔ۔ اؤ دَ ابلیس نظر دَ هغهٔ پهٔ فطری کمزوریٔ وهٔ۔ لېکن دَ دې بوټی دَ خوراک نه پس آدمؑ ته خپله فطری کمزوری معلومه شوه۔ اؤ کله چې دَ دې غلطیٔ نه پس آدمؑ الله ته رجوع وکړه اؤ توبې ېٔ ووېستې نو ابلیس ته دَ هغهٔ دَ اعلیٰ کمالاتو اؤ شرافت پته ولګېده ، چې دې خو سره دَ کمزوریو هم زما پهٔ قبضه کښې نهٔ شی راتلې۔ اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَکَ عَلَیْہِمْ سُلْطَانٌ۔ اؤ شاید پهٔ دې وجه دَ صاحبِ معارف ابن قتیبهؒ دَ نقل مطابق تورات کښې دې بوټی ته شَجَرَۃُ عِلْمِ الْخَیْرِ وَ الشَّر وئیلے شوے دے۔
ف۲۰: یعنی دَ بربنډېدو پهٔ وجه شرمېدل اؤ دَ ونو پهٔ پاڼو ېٔ ځان پټولو۔ دَ دې نه معلومیږی چې بنیادم اګرچې دَ پېدائش پهٔ وخت بربنډ وی خو فطری شرم اؤ حیا ېٔ دَ بربنډېدو نه منع کوی۔
قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَ اِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَ تَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۲۳
دوی دواړو ووېٔ اے زمونږه ربه مونږ پهٔ خپلو ځانونو ظلم وکړو اؤ کهٔ تهٔ مونږ ونهٔ بخښې اؤ پهٔ مونږ رحم ونهٔ کړې نو مونږ به ضرور تباه شو۔
قَالَ اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ١ۚ وَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّ مَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ۝۲۴
الله ورته ووېٔ تاسو کوز شیٔ تاسو به دَ یو بل دښمنان ییٔ ف۲۱ اؤ ستاسو دپاره پهٔ زمکه کښې دېره کېدل دی اؤ نفع اخستل دی تر یو مقرر وخته پورې۔
ف۲۱: دَ مفسرانو پهٔ خیال دا خطاب آدمؑ اؤ حواء بی بی اؤ شیطان درے واړو ته دے ، ځکه چې اصل جنګ خو دَ آدمؑ اؤ شیطان ترمینځه دے چې دَ هغې میدانِ جنګ دغه زمکه ده دَ کومې خلافت چې آدمؑ ته حواله شوے دے۔
قَالَ فِیْهَا تَحْیَوْنَ وَ فِیْهَا تَمُوْتُوْنَ وَ مِنْهَا تُخْرَجُوْنَ۠۝۲۵
الله ووېٔ هم پهٔ دې زمکه به تاسو ژوندی وسیٔ ف۲۲ اؤ هم پهٔ دې کښې به مړهٔ کېږیٔ اؤ بیا به هم د دې نه راوېستې شیٔ۔
ف۲۲: یعنی عامو حالاتو کښې ستاسو دَ وسېدو ځائې زمکه ده اؤ کهٔ خلافِ عادت یو خاص بنده دَ څهٔ خاص وخت دپاره دَ زمکې نه پورته کړې شی لکه عیسٰیؑ نو دا خبره دَ دې آیت خلاف نهٔ ده۔ فرض کړه کهٔ یو سړے دَ څهٔ وخت دپاره پهٔ هوائی جهاز کښې دَ زمکې نه پورته روان وی اؤ پهٔ دې وخت جهاز کښې مړ شی نو آیا دا به دَ فِیْہَا تَحْیُوْنَ اؤ فِیْہَا تَمُوْتُوْنَ خلاف وی؟ یا لکه بل ځائې ارشاد دے مِنْہَا خَلَقْنَاکُمْ وَ فِیْہَا نُعِیْدُکُمْ وَ مِنْہَا نُخْرِجُکُمْ تَارَۃً اُخْرٰی۔ نو کوم انسان چې دَ مرګ نه پس پهٔ زمکه کښې نهٔ وی ښخ شوی آیا هغه دَ دې آیت دَ حکم نه بهر دی؟ نو معلومه شوه چې دا قسم جملې دَ کلی قاعدې پهٔ طور نهٔ دی وئیلی شوی ، بلکې دَ عامو حالاتو په بنا وئیلی شوی دی۔
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ قَدْ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمْ لِبَاسًا یُّوَارِیْ سَوْاٰتِكُمْ وَ رِیْشًا١ؕ وَ لِبَاسُ التَّقْوٰی١ۙ ذٰلِكَ خَیْرٌ١ؕ ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ۝۲۶
اے دَ آدمؑ اولاده مونږ را واستؤلو تاسو ته پوشاک چې ستاسو پرده پټه کړی اؤ دَ ښائست جامې اؤ دَ پرهېزګاریٔ پوشاک ف۲۳ پهٔ ټولو کښې بهتر دے ف۲۴ دا دَ الله دَ قدرت نخښې دی چې هغوی فکر وکړی۔ ف۲۵
ف۲۳: دَ لباس نازلؤلو مطلب دا دے چې داسې څیزونه ېٔ پیدا کړل چې لباس ترې جوړېدے شی اؤ بنیادم ته ېٔ دَ هغې نه دَ لباس تیارؤلو چل وښیٔلو۔ اګرچې دَ نازلېدو لفظ اکثر هغه ځائې کښې وئیلے شی چې یو شے دَ بره نه پهٔ ښکته راځی، لېکن کله کله ترېنه مکانی پورته اؤ ښکته مراد نهٔ وی، بلکې څوک چې دَ مرتبې پهٔ لحاظ وچت وی دَ هغهٔ دَ طرف دَ کمې مرتبې خلقو ته څهٔ ورکؤلو دپاره هم دا لفظ وئیلے شی لکه فرمائی وَ اَنْزَلَ لَکُمْ مِّنَ الْاَنْعَامِ ثَمَانِیَۃَ اَزْوَاجٍ یا لکه وَ اَنْزَلْنَا الْحَدِیْدَ فِیْہِ بَأْسٌ شَدِیْدٌ دا خو څرګنده ده چې نهٔ څاروی دَ آسمان نه راکوز شوی دی اؤ نهٔ وسپنه بلکې الله تعالیٰ زمونږ دَ فائدې دپاره پهٔ زمکه کښې پیدا کړی دی اؤ مونږ ته ېٔ دَ هغې نه دَ فائدې اخستو چل ښیٔلے دے۔
ف۲۴: یعنی دَ دې ظاهری جامو نه علاوه چې بدن ورباندې پټیږی نورې جامې هم دی چې پهٔ هغې دَ بنیادم ځنې داسې کمزوریٔ چې دَ هغې دَ ظاهرېدو استعداد پکښې وی پټې پاتې شی ، څرګندې نهٔ شی، دغې معنوی پوشاک ته الله تعالیٰ دَ تقوٰی پوشاک وئیلے دے پهٔ کوم چې باطنی اخلاق ښائسته کیږی۔ اؤ کهٔ څوک فکر وکړی نو دا ظاهری پوشاک هم دَ هغې باطنی پوشاک دپاره پهٔ شریعت کښې مطلوب دے۔ حضرت شاه عبدالقادر صاحبؒ لیکلی دی چې دښمن دَ تاسو نه دَ جنّت جامې ووېستې۔ نو بیا مونږ تاسو ته پهٔ دنیا کښې دَ جامو جوړؤلو چل وښیٔلو۔ نو اوس تاسو هغه جامې اغوندیٔ پهٔ کومو کښې چې پرهیزګاری وی۔ یعنی سړی دې رېښمنې جامې نهٔ اغوندی اؤ ښځې دې ډېرې نرۍ اؤ تنګې جامې نهٔ اغوندی چې بدن پکښې ښکاری۔ نو بې پردې لباس دې نهٔ اغوندی۔
ف۲۵: یعنی پهٔ دې نښانو کښې سوچ کویٔ اؤ دَ الله تعالیٰ دَ انعام اؤ احسان شکرګزار شیٔ۔
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ لَا یَفْتِنَنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ كَمَاۤ اَخْرَجَ اَبَوَیْكُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ یَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِیُرِیَهُمَا سَوْاٰتِهِمَا١ؕ اِنَّهٗ یَرٰىكُمْ هُوَ وَ قَبِیْلُهٗ مِنْ حَیْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ١ؕ اِنَّا جَعَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۲۷
اے دَ آدمؑ اولاده ونهٔ غلوی تاسو شیطان لکه چې را وېٔ وېستل ستاسو نیا نیکهٔ دَ جنّت نه ، کوزې ېٔ کړې دَ هغوی نه جامې ف۲۶ چې دَ پردې ځایونه ېٔ ورته ښکاره کړی۔ هغه وینی تاسو اؤ دَ هغهٔ قوم دَ داسې ځائې نه چې تاسو ېٔ نهٔ وینیٔ ف۲۷ مونږ ګرځؤلی دی شیطانان دوستان دَ داسې خلقو چې ایمان نهٔ راؤړی ف۲۸
ف۲۶: دلته دَ اخراج اؤ انزاع نسبت سبب طرف ته شوے دے۔ یعنی شیطان دَ آدمؑ اؤ حوا بی بی دَ جنّت نه راوېستو اؤ هغوی دَ جنّت دَ جامو کوزؤلو سبب وګرځېدو۔ نو اوس تاسو دَ شیطان دَ فریب نه ځان ساتئ چې تاسو دوزخ ته ونهٔ غورزوی۔
ف۲۷: یعنی کوم دښمن چې مونږ وینی اؤ مونږ ېٔ نهٔ شو لیدے نو دَ هغهٔ دَ حملې نه ځان ساتلو دپاره ډېره هوښیاری اؤ بېداری پکار ده۔ دَ داسې دښمن علاج هم دا دے چې مونږ ځان دَ داسې هستیٔ دَ لمنې لاندې پټ کړو چې هغه ېٔ وینی اؤ هغه ېٔ نهٔ شی لیدے۔ لَا تُدْرِکُہُ الْاَبْصَارُ وَ ہُوَ یُدْرِکُ الْاَبْصَارَ وَ ہُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ۝
فائده: اِنَّہٗ یَرٰیکُمْ ہُوَ وَ قَبِیْلُہٗ مِنْ حَیْثُ لَا تَرَوْنَہُمْ۔ قضیه مطلقه ده دائمه نهٔ ده یعنی اکثر داسې دی چې هغه مونږ وینی اؤ مونږ ېٔ نهٔ شو لیدے۔ دَ دې دا مطلب نهٔ دے چې پهٔ هېڅ وخت کښې اؤ هېڅوک ېٔ هم هېڅ کله نهٔ شی لیدے۔ نو دَ دې آیت نه دَ جنّاتو لیدو بالکلیه نفی ثابتؤل کم عقلی ده۔
ف۲۸: یعنی هر کله چې هغوی دَ خپلې بې ایمانئ پهٔ وجه خپله دَ شیطان ملګرتیا خوښه کړه۔ (څنګه چې وروستو آیتونو کښې راځی۔ اِنَّہُمْ اِتَّخَذُو الشَّیَاطِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ اللہِ وَ یَحْسَبُوْنَ اَنَّہُمْ مُّہْتَدُوْنَ)۔ نو مونږ هم دَ دوی پهٔ انتخاب کښې رکاوټ رانهٔ وستو چې دوی خپل ملګری کؤل نو مونږ ېٔ هم ملګری کړل۔
وَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً قَالُوْا وَجَدْنَا عَلَیْهَاۤ اٰبَآءَنَا وَ اللّٰهُ اَمَرَنَا بِهَا١ؕ قُلْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ١ؕ اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۲۸
اؤ کله چې کوی څهٔ ناکاره کار نو وائی چې مونږ لیدل هم دغه شان کؤل مونږ پلار نیکهٔ اؤ الله هم مونږ ته دغه حکم کړے دے، تهٔ ورته ووایه الله دَ ناکاره کارونو حکم نهٔ کوی۔ آیا تاسو تپیٔ پهٔ الله داسې خبرې چې تاسو ته نهٔ دی معلومې۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی ناکاره اؤ دَ بې حیایئ کارونه لکه دَ ښځو اؤ نرو ګډوډ بربنډ طواف کؤل (کوم چې دَ دې آیتونو شانِ نزول دے) اؤ کوم چې دَ عربو دَ مشرکانو رواج وهٔ اؤ بربنډ طواف ېٔ ثواب ګڼلو۔ داسې کارونه چې عقلِ سلیم ترېنه نفرت کوی۔ دا دَ الله پاک شان نهٔ دے چې دَ داسې کارونو تعلیم ورکړی۔ هغه خو دَ پاکیٔ اؤ حیا تعلیم ورکوی۔ دَ بې حیایئ اؤ ګنده کارونو تعلیم ورکؤنکے شیطان دے۔ کوم چې دوی خپل ملګرے کړے دے۔ وګوریٔ اول خو ستاسو مور پلار ته شیطان دوکه ورکړه ، دَ جنّت نه ېٔ راووېستل اؤ بربنډ ېٔ کړل ، هغوی دَ حیا نه دَ ونو پهٔ پاڼو ځان پټؤلو۔ معلومه شوه چې بربنډؤل دَ شیطان کار دے۔ ستاسو پلار خو دَ ځان پټؤلو کوشش کؤلو۔ بیا بربنډ طواف کؤلو باندې تاسو دَ پلار نیکهٔ دَ عمل دلیل څنګه پېش کویٔ۔ دا څنګه دَ بې حیایئ خبره ده چې کوم کار دَ شیطان دے دَ هغې نسبت تاسو الله پاک ته کویٔ چې مونږ ته الله پاک داسې حکم کړے دے۔
قُلْ اَمَرَ رَبِّیْ بِالْقِسْطِ١۫ وَ اَقِیْمُوْا وُجُوْهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّ ادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ١ؕ۬ كَمَا بَدَاَكُمْ تَعُوْدُوْنَؕ۝۲۹
ورته ووایه زما رب حکم کړے دے دَ انصاف، ف۳۰ اؤ نېغ کړیٔ خپل مخونه دَ هر نمانځهٔ پهٔ وخت اؤ یواځې هغه بلیٔ ، خالص دَ هغهٔ فرمانبردار شیٔ۔ ف۳۱ څنګه چې ېٔ تاسو اول ځل پیدا کړیٔ دویٔم ځل به هم پیدا کېږیٔ۔ ف۳۲
ف۳۰: روح المعانی کښې لیکلی دی دَ قِسْطمعنٰی عدل دے یعنی پهٔ هر څیز کښې درمیانه چې دَ کمی اؤ زیاتی نه بچ وی۔ نو حاصل دا چې الله پاک خو پهٔ هر کار کښې دَ توسط اؤ اعتدال حکم کوی۔ اؤ دَ افراط و تفریط نه دَ بچ کېدو حکم کوی نو هغه دَ بې حیایئ دَ کارونو حکم څنګه کؤلے شی؟
ف۳۱: مترجمؒ دَ مسجد نه مصدر میمی دَ سجود پهٔ معنٰی اخستے ده اؤ مجازًا ېٔ ترې نمونځ مراد کړے دے اؤ ”وُجُوْہٌ “ ېٔ پهٔ خپله معنٰی پریٔښې دے یعنی دَ نمانځهٔ پهٔ وخت مخونه کعبې شریفې ته مخامخ کویٔ لېکن ځنو مفسرینو دَ اَقِیْمُوْا وُجُوْہَکُمْ دا معنٰی کړے ده چې پهٔ عبادت کښې پهٔ استقامت سره دَ زړهٔ نه متوجّه وسیٔ۔ دَ ابنِ کثیرؒ پهٔ خیال دَ دې مطلب دا دے چې پهٔ خپل عبادت کښې پهٔ نېغه لار روان وسیٔ ، دَ حضور اکرمﷺ دَ ښیٔلې شوے لارې نه کاږهٔ واږهٔ نهٔ شیٔ۔ دَ عبادت قبلېدل پهٔ دوؤ څیزونو اړ وو (۱) چې خالص الله دپاره وی (کوم چې وروستو راځی وَادْعُوْہُ مُخْلِصِیْنَ لَہُ الدِّیْنَ) اؤ (۲) دَ انبیاؤؑ پهٔ مشروعه طریقه وی۔ دې نه پهٔ اَقِیْمُوْا وُجُوْہَکُمْ تعبیر وشو۔ بهرحال پهٔ دې کښې دَ شریعت هر هغه قسم احکامو ته اشاره وشوه کوم چې بندګانو سره تعلق لری هغه پهٔ ”قِسْط“ کښې راغلو اؤ کوم چې دَ الله تعالیٰ سره تعلق لری۔ کهٔ دَ بدن وی پهٔ اَقِیْمُوْا وُجُوْہَکُمْ کښې راغلو اؤ کهٔ دَ زړهٔ وی نو پهٔ وَادْعُوْہُ مُخْلِصِیْنَ لَہُ الدِّیْنَ کښې راغلو۔
ف۳۲: یعنی بنیادم ته دَ اعتدال ، استقامت اؤ اخلاص پهٔ لار چلېدل ځکه ضروری دی چې دَ مرګ نه پس بل ژوند راتلونکے دے چې پهٔ هغې کښې به دَ دې ژوند دَ عمل نتیجه مخې ته راځی۔ دَ هغې غم دَ اوس نه کؤل پکار دی۔ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ (هر څوک دے فکر کوی چې صبا دپاره ېٔ څهٔ واستؤل) یعنی دَ آخرت دپاره دَ نیک عمل څومره ذخیره جمع کړی۔
فَرِیْقًا هَدٰی وَ فَرِیْقًا حَقَّ عَلَیْهِمُ الضَّلٰلَةُ١ؕ اِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ۝۳۰
یوې ډلې ته ېٔ هدایت وکړو اؤ پهٔ یوې ډلې مقرر شوے ده ګمراهی ، دوی ګرځؤلے دے شیطان خپل دوست الله ېٔ پرېښودے۔ اؤ دا خیال کوی چې دوی پهٔ سمه لار دی۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی دَ چا دپاره چې ګمراهی مقرر شوے ده دا هغه کسان دی چې الله ېٔ پریٔښې اؤ دَ شیطان دوستی ېٔ خوښه کړے ده۔ اؤ کمال خو دا دے چې بیا هم دا خیال کوی چې مونږ پهٔ سمه لار روان یو۔ اؤ مذهبی حیثیت سره هم دغه لار صحیح ده کومه چې مونږ خوښه کړے ده ، لکه چې بل ځائې ارشاد دے۔ اَلَّذِیْنَ ضَلَّ سَعْیُہُمْ فِی الْحَیٰوۃِ الدُّنْیَا وَ ہُمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّہُمْ یُحْسِنُوْنَ صُنْعًا۔
دَ آیت دَ عام والی نه دا معلومیږی چې دَ کافرِ مُعَانِد پهٔ شان کافرِ مخطیٔ (چې دَ غلط فهمیٔ پهٔ وجه باطل کار حق ګڼی) هم پهٔ ګمراهانو کښې شمار دے، خواه دا غلط فهمی دَ پوره فکر نهٔ کؤلو پهٔ وجه وی اؤ کهٔ نه پوره غور و فکر ېٔ کړے وی خو بیا هم پهٔ حق نهٔ وی پوهه شوے ځکه چې پهٔ دومره څرګند اؤ واضح حقیقت باندې نهٔ پوهېدلو نه دا ثابتیږی چې دهٔ خپل فکر اؤ قوت پوره پوره نهٔ دے استعمال کړے۔ مطلب دا چې پهٔ کومو څیزونو ایمان راؤړل دَ نجات سبب دے هغه دومره روښانه اؤ داسې واضح دی چې دَ هغې نه انکار بې دَ عناد یا غور نهٔ کؤلو نه نهٔ شی کېدے۔ بهرحال شرعی کفر یو داسې زهر دی کهٔ چا پهٔ رضا استعمال کړو اؤ کهٔ پهٔ غلطیٔ ، خپل دَ هلاکت اثر ضرور څرګندوی۔ دَ اهلِ سنّت و الجماعت دغه مذهب دے۔ باقی پهٔ دې کښې چې روح المعانی دَ جاحظؔ اؤ عنبؔری کوم اختلاف نقل کړے دے نو دا دواړه اهلِ سنّت و الجماعت نهٔ دی معتزله دی اؤ داسې معتزله دی چې خپله معتزلی عالمانو ته دَ دوی پهٔ اسلام کښې شک دے (نو دَ داسې خلقو دَ اختلاف اعتبار نشته)
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ خُذُوْا زِیْنَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّ كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا وَ لَا تُسْرِفُوْا١ۚ اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ۠۝۳۱
اے دَ آدمؑ اولاده جوړ کړیٔ خپل ښائست دَ هر نمانځهٔ پهٔ وخت اؤ خوریٔ اؤ څکیٔ خو بې ځایه خرڅ مهٔ کویٔ۔ دَ الله خوښ نهٔ دی بې ځایه خرڅ کؤنکی۔ ف۳۴
ف۳۴: دا آیتونه دَ هغې خلقو پهٔ رد کښې نازل شوی دی چا چې به دَ بیت الله شریف طواف بربنډ کؤلو اؤ دغه ېٔ غټ ثواب ګڼلو ، اؤ ځنو مشرکانو به دَ حج پهٔ ورځو کښې ډېر لږ خوراک کؤلو چې هیله پرې ساه ساتلې شی اؤ غوړی اؤ ښهٔ څیزونه ېٔ پرېښؤل ، ځنو به دَ نرۍ غوښې اؤ پیو نه پرهیز کؤلو۔ الله پاک وښیٔل چې دا ټول دَ نیکیٔ کارونه نهٔ دی۔
دَ الله پاک نعمت جامې چې پرده پرې ساتلے شی دَ عبادت پهٔ وخت کښې ېٔ دَ نورو وختونو نه استعمال زیات ضروری دے۔ الله پاک چې دَ اغوښتو اؤ خوراک دپاره کوم نعمتونه درکړی دی دَ دې نه فائده اخلیٔ اؤ دَ الله شکر وکړیٔ خو پهٔ دې شرط چې اسراف مهٔ کویٔ۔ دَ اسراف معنیٰ ده دَ حد نه زیاتے ، دَ هغې ګڼ شکلونه دی چې حلال شے پهٔ ځان حرام کړی یا دَ حلالو سره حرام هم جائز وګڼی یا دَ حرص پهٔ وجه هر څهٔ ګډ وډ وخوری یا دَ اشتها نه زیات وخوری یا بې وخته لګیا وی یا دومره کم خوری چې جسمانی صحت اؤ دَ عمل کؤلو طاقت پکښې پاتې نهٔ شی۔ یا داسې څیزونه خوری چې دَ صحت دپاره نقصانی وی۔ دا ټول څیزونه پهٔ اسراف کښې شامل دی ، بې ځایه خرڅ کؤل هم دَ اسراف یو فرد دے۔
پهٔ دې وجه ځنو مشرانو وئیلی دی۔ الله پاک ټول طب پهٔ نیم آیت کښې راجمع کړے دے۔ (جَمَعَ اللہُ الطِّبَ کُلَّہٗ فِیْ نِصْفِ اٰیَۃٍ)
قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِیْنَةَ اللّٰهِ الَّتِیْۤ اَخْرَجَ لِعِبَادِهٖ وَ الطَّیِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ١ؕ قُلْ هِیَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا خَالِصَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ۝۳۲
ورته ووایه چا حرام کړے دے دَ الله ښائست چې هغهٔ پیدا کړو خپلو بندیانو دپاره اؤ پاک سُتره دَ خوراک څیزونه۔ تهٔ ورته ووایه دا نعمتونه دَ ایماندارو دپاره دی دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ، خالص دَ هغوی دپاره دی دَ قیامت پهٔ ورځ۔ دغه شان پهٔ تفصیل سره بیانوو مونږ خپل آیتونه هغه چا ته چې پوهیږی۔ ف۳۵
ف۳۵: دَ دنیا ټول څیزونه دې دپاره پیدا شوی دی چې بنیادم ترېنه فائده واخلی اؤ دَ الله پاک پهٔ عبادت ، وفاداریٔ اؤ شکرګذاریٔ کښې مشغول شی۔ پهٔ دې طریقه دَ دنیا ټول نعمتونه پهٔ اصل کښې دَ مؤمنانو اؤ تابعدارو خلقو دپاره دی۔ البته (دَ خپل عام رحمت پهٔ وجه ېٔ) دَ کافرو نه هم نعمتونه بند کړی نهٔ دی۔ کافر هم پهٔ خپلو تدبیرونو دنیاوی فائده حاصلولے شی بلکې کله چې مؤمنان پهٔ تقوٰی اؤ ایمانی طاقت کښې کمزوری وی نو پهٔ ظاهره ترېنه کافران پهٔ عملی ژوند کښې زیات کامیاب معلومیږی۔ دې کښې څهٔ خو دَ کافرو دَ فانی عملونو نتیجه وی اؤ څهٔ کښې دَ مؤمنانو دپاره زورنه اؤ خبردارے وی۔ الله پاک فرمائی: مَنْ کَانَ یُرِیْدُ الْحَیٰوۃَ الدُّنْیَا وَ زِیْنَتَہَا نُوَفِّ اِلَیْہِمْ اَعْمَالَہُمْ فِیْہَا وَ ہُمْ فِیْہَا لَا یُبْخَسُوْنَ اُولٰٓئِکَ لَیْسَ لَہُمْ فِی الْاٰخِرَۃِ اِلَّا النَّارَ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوْا فِیْہَا وَ بَاطِلٌ مَّا کَانُوْا یَعْمَلُوْنَ (سوره هود ، رکوع ۱۲)
(څوک چې دَ دنیا ژوند غواړی اؤ دَ دنیا ښائست ، پوره پوره به ورکړو مونږ دوی ته دَ دوی دَ عملونو بدله پهٔ دنیا کښې اؤ دَ دوی پهٔ دې کښې هېڅ نقصان نشته دغه کسان دی چې نشته دوی دپاره پهٔ آخرت کښې بې دَ اور نه اؤ برباد شو څهٔ چې دوی کړی دی پهٔ دنیا کښې اؤ خراب شو څهٔ چې ېٔ ګټلی وو) باقی پاتی شو دَ آخرت نعمتونه ، هغه خالص دَ مؤمنانو دپاره دی ( دَ کافرو حصه پکښې نشته) ځنو عالمانو دَ خَالِصَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ مطلب دا اخستے دے چې دَ دنیا نعمتونه خالص نهٔ دی ورسره ډېر غمونه اؤ فکرونه هم دی۔ دَ آخرت نعمتونه دَ فکر اؤ غم نه پاک دی۔ اؤ دَ حضرت ابنِ عبّاسؓ نه دَ دې تفسیر دا نقل شوے دے چې دَ دنیا نعمتونه پهٔ دې طریقه چې پهٔ آخرت کښې ورباندې هېڅ وبال نهٔ وی خالص دَ مؤمنانو دپاره دی۔ دَ کافرانو دپاره به دا نعمتونه دَ هغوی دَ کفر اؤ ناشکریٔ پهٔ وجه پهٔ آخرت کښې وبال اؤ عذاب وی۔
قُلْ اِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّیَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَ مَا بَطَنَ وَ الْاِثْمَ وَ الْبَغْیَ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ اَنْ تُشْرِكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّ اَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۳۳
ورته ووایه زما رب حرامې کړی دی صرف دَ بې حیایئ خبرې څهٔ چې پکښې څرګندې دی اؤ څهٔ چې پټې دی اؤ دَ ګناه خبرې ف۳۶ اؤ ناحقه زیاتے ، اؤ دا چې تاسو شریک کړیٔ دَ الله سره داسې څیز چې هغهٔ پرې څهٔ دلیل نهٔ دے راستؤلے اؤ دا خبره چې وتړیٔ دَ الله پهٔ ذمه داسې خبرې چې تاسو ته نهٔ دی معلومې۔ ف۳۷
ف۳۶: دَ اِثم نه عام ګناهونه مراد دی اؤ ځنی خاص ګناهونه دَ موقعې مناسب دلته ذکر شوی دی اؤ دَ ځنو پهٔ خیال دَ اِثم نه هغه ګناه مراد ده چې تعلق ېٔ دَ کؤنکی نه علاوه بل چا سره نهٔ وی یعنی بل ته ېٔ نقصان نهٔ رسی۔
ف۳۷: څنګه چې به ېٔ دَ بې حیایئ دَ کارونو متعلق وې چې وَ اللہُ اَمَرَنَا بِہَا۔ مونږ ته الله دَ دې حکم کړے دے (چې بربنډ طواف کویٔ) وغېره۔
وَ لِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ١ۚ فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّ لَا یَسْتَقْدِمُوْنَ۝۳۴
اؤ دَ هرې ډلې دپاره یوه نېټه ده بیا کله چې را ورسی دَ دوی نېټه نهٔ به وروستو کېدے شی یو ساعت اؤ نهٔ مخکښې کېدے شی۔ ف۳۸
ف۳۸: دلته دا شک کېدے شی چې هر کله چې نېټه پوره شوه نو دَ نېټې نه تاخیر خو عقلًا ممکن وهٔ ، دَ دې نفی ضروری وه لېکن تقدیم خو اوس ممکن نهٔ دے ، دَ دې دَ نفی څهٔ ضرورت وهٔ؟ دَ دې پهٔ ځواب کښې ځنو مفسرینو دَ لَا یَسْتَقْدِمُوْنَ جملې عطف پهٔ اِذَا جَآءَ اَجَلُہُمْ منلې دے۔ اؤ ځنو دَ ” جَآءَ “ نه مطلب وخت نژدے کېدل اخستے دے۔ زما پهٔ خیال دلته دَ دې تکلّف ضرورت نشته۔ دا محاوره ده چې دَ یو څیز چې دوه مقابل طرفونه وی نو پهٔ کلام کښې دَ زور پیدا کؤلو اؤ تاکید دپاره اکثر دَ یو طرف نفی مقصودًا کیږی دَ کوم چې دَ واقع کېدو احتمال وی اؤ دَ بل طرف ورسره هسې دَ مبالغې اؤ تاکید دپاره نفی کیږی۔ لکه دَ دکاندار نه څیز اخستو پهٔ وخت کښې دَ نرخ کؤلو دپاره خریدار وائی څهٔ کمے زیاتے؟ دکاندار هم وائی کمے زیاتے پکښې نشته۔ دَ خریدار اؤ دکاندار دواړو مطلب دا وی چې دَ دې نرخ نه کمے نهٔ شی کېدے۔ دَ زیاتی ذکر دَ خبرې دَ ښائست دپاره وی ، مطلب پهٔ قیمت کښې تاکید اؤ مبالغه وی چې خبره یوه ده څهٔ فرق پکښې نشته۔ دلته هم اصل غرض دَ کلام دا دے چې کله مقرره نېټه را ورسی نو هغه پهٔ هېڅ شان وروستو کېدے نهٔ شی۔ دَ تقدیم اؤ تاخیر دواړو نفی دَ تاکید دپاره ده۔ دَ تقدیم وخت خو تېر دے خو دَ هغې نفی دَ خبرې دَ مضبوطیا اؤ تاکید دپاره کیږی۔ یعنی پهٔ الله تعالیٰ باندې دروغ جوړونکی اؤ حرام څیزونه حلال ګڼونکی دې بې پرواه اؤ بې فکره کیږی نه۔ دَ هر اُمت اؤ هر یو کس دَ سزا دپاره الله پاک سره یو وخت مقرر دے کله چې هغه راشی نو بیا دَ ګرفت نه بچ کېدے نهٔ شی۔
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ١ۙ فَمَنِ اتَّقٰی وَ اَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝۳۵
اے بنیادمو کهٔ راشی تاسو ته رسولان ستاسو دَ قوم نه چې اوروی تاسو ته زما آیتونه نو څوک چې ویریږی اؤ نیک شی نو نهٔ به پرې څهٔ ویره وی اؤ نهٔ به غمژن وی۔
وَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ اسْتَكْبَرُوْا عَنْهَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۳۶
اؤ چا چې دروغ وګڼل زمونږ آیتونه اؤ کبر ېٔ ترېنه وکړو هم دغه خلق دی دَ دوزخ وسیدونکی دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ ف۳۹
ف۳۹: ابن جریر دَ ابو یسار سلّمی نه نقل کړے دے چې دا خطاب یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ ټولو بنیادمو ته پهٔ عالمِ ارواح کښې شوے وهٔ۔ څنګه چې پهٔ سورهٔ بقره کښې دَ کلام دَ سیاق نه معلومیږی ”قُلْنَا اہْبِطُوْا مِنْہَا جَمِیْعًا فَاِمَّا یَأْتِیَنَّکُمْ مِّنِّیْ ہُدًی۔“ اؤ دَ ځنو عالمانو پهٔ خیال هر قوم ته چې خپله زمانه کښې کوم خطاب شوے دے دا دَ هغې بیان دے۔ اؤ زما پهٔ خیال دَ دوؤ رکوعو نه چې کوم مضمون را روان دے دَ هغې دَ ترتیب نه خپله دا معلومیږی چې کله آدمؑ اؤ حوا بی بی دَ خپل اصلی وطن جنّت نه چرته چې هغوی پهٔ ازادیٔ ګرځیدل اؤ پهٔ آرام ژوند ېٔ تېرؤلو۔ عارضی طور محروم کړې شو ، دې دنیا ته را واستؤلی شو اؤ بیا دَ هغوی توبه قبوله کړې شوه نو دا مناسب معلومه شوه چې دَ دې نقصان دَ کمی پوره کؤلو دپاره دَ آدمؑ ټول اولاد ته دَ خپل اصلی وطن اؤ دَ پلار میراث ګټلو دپاره هدایات ورکړې شی چنانچې دَ آدمؑ دَ راکوزېدو دَ قصې نه پس سمدستی یَا بَنِیْۤ اٰدَمَ قَدْ اَنْزَلْنَا لِبَاسًا الخ سره شروع کیږی اؤ دَ دې رکوع پهٔ مخه دا هدایات روان دی پهٔ دې کښې دَ آدمؑ ټول اولاد ته عام خطاب دے چې دَ جنّت دَ جامو اؤ خوراک پهٔ ځائې مونږ تاسو دپاره پهٔ زمکه چې دَ خوراک اؤ جامو انتظام کړے دے اګرچې دلته دَ جنّت پهٔ شان آرام اؤ بې فکری نشته بیا هم هر قسم دَ آرام اؤ فائدې سامان موجود دے چې تاسو دَ دې نه فائده واخلیٔ اؤ خپل اصلی وطن ته دَ تلو تیارے وکړیٔ اؤ دَ شیطان دَ مکر نه ځان بچ کویٔ چې چرته همېشه دپاره دَ خپل اصلی وطن نه محروم نهٔ شیٔ۔ دَ بې حیاییٔ ، ګناهونو اؤ زیاتی نه ځان ساتیٔ اؤ دَ اخلاص اؤ عبدیت لار اختیار کړیٔ ، دَ الله دَ نعمتونو نه فائده اخلیٔ خو چې کوم حدونه هغهٔ مقرر کړی دی دَ هغې نه تجاوز مهٔ کویٔ۔ بیا ګوریٔ چې هر قوم خپله خپله موده پوره کؤلو نه پس څنګه خپل ځائې ته واپس کیږی۔ پهٔ دې موده کښې کهٔ الله پاک تاسو ته هم له تاسو نه ستاسو دَ هدایت دپاره پېغمبران را واستوی چې دَ الله تعالیٰ آیتونه تاسو ته اوروی کوم چې تاسو ته دَ خپل میراث جنّت حاصلؤلو چل ښیٔلی شی اؤ دَ خپل مالک رضا کؤلو طریقې ښیٔلی شی نو تاسو دَ هغې پېغمبرانو خبره ومنیٔ ، دَ الله نه ویرېږیٔ ، نافرمانی اؤ ناکاره کارونه مهٔ کویٔ۔ کهٔ تاسو دَ هدایت لار اختیار کړه نو بیا ستاسو مستقبل بې خطرې دے۔ تاسو به داسې ځائې ته ورسیٔ چې هلته دَ آرام اؤ سکون نه علاوه نور هېڅ نشته اؤ کهٔ زمونږ آیتونه مو دروغ وګڼل اؤ کبر مو وکړو نو دَ اصلی وطن اؤ خپل میراث جنّت نه به همېشه دپاره محروم شیٔ ، اؤ دَ دائمی عذاب نه سوا به بل څهٔ نهٔ مومیٔ۔
بهرحال څوک چې دَ دې آیت نه دَ ختمِ نبوّت متعلق دَ قرآن دَ صفا اؤ څرګندې فیصلې خلاف ترقیامته رسولانو راتلو باندې دلیل نیسی۔ نو دَ هغوی مطلب دَ دې ځائې نه پهٔ هېڅ شان نهٔ شی حاصلېدے۔
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ یَنَالُهُمْ نَصِیْبُهُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا یَتَوَفَّوْنَهُمْ١ۙ قَالُوْۤا اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا وَ شَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ۝۳۷
نو دَ هغهٔ نه زیات ظالم څوک دے، څوک چې دَ دروغو بهتان تړی پهٔ الله ، یا دروغ وائی دَ هغهٔ حکمونو ته، ف۴۰ هم دغه خلق دی چې رسی به دوی ته خپله برخه کتاب کښې لیکلے شوے۔ ف۴۱ تر دې چې ور ورسی دوی ته زمونږ استاذی دَ دوی روح قبض کؤلو دپاره ورته به وائی څهٔ شو هغه چې تاسو به ورته آواز کؤلو دَ الله نه غیر۔ دوی به وائی هغه خو زمونږ نه ورک شو اؤ ګواهی به وکړی پهٔ خپل ځان چې بې شکه دوی کافران وو ف۴۲
ف۴۰: یعنی دَ هغو رښتونو پېغمبرانو تصدیق ضروری دے څوک چې واقعی دَ الله پاک آیتونه اوروی لېکن څوک چې پهٔ دروغه دَ پېغمبریٔ دعویٰ کوی اؤ دَ دروغو آیتونه جوړوی یا دَ یو رښتونی پېغمبر دَ آیتونو تکذیب کوی نو دَ هغهٔ نه زیات ظالم بل هېڅوک نشته۔
ف۴۱: یعنی دوی دپاره چې څومره رزق یا عمر لیکلے شوے دے یا څومره ذلّت اؤ شرمېدل چې دوی دپاره مقرر شوی دی هغه به دوی ته ورسی۔ بیا دَ مرګ پهٔ وخت یا دَ مرګ نه پس به چې دَ دوی څهٔ بد حال وی دَ هغې بیان مخکښې راځی اؤ کهٔ دَ نَصِیْبَہُمْ مِّنَ الْکِتٰبِ نه دَ آخرت عذاب مراد وی لکه حَتّٰی اِذَا جَآءَتْہُمْ چې پهٔ دې دلالت کوی نو دَ دې عذاب شروع دَ دنیا دَ ژوند دَ آخری حصې نه کیږی۔
ف۴۲: یعنی چې فرشتې ډېرې پهٔ سختیٔ سره دَ دوی روح قبض کوی اؤ دوی پهٔ بد حال وی نو ورته به وائی تاسو چې دَ یو الله نه علاوه نور معبودان منل نو هغه څهٔ شو چې اوس تاسو سره امداد وکړی۔ اوس هغوی ته آواز وکړیٔ چې دَ دې تکلیف نه مو خلاص کړی ، پهٔ دغه وخت کښې به کافران خپله اقرار وکړی چې واقعی مونږ سخته غلطی کؤله چې داسې څیزونه مو معبودان ګڼل کوم چې دَ دې قابل نهٔ وو۔ اوس دَ دې سختیٔ پهٔ وخت کښې دَ هغوی هېڅ پته نهٔ لګی اؤ نهٔ زمونږ څهٔ امداد کؤلے شی۔ لېکن دې وخت کښې دا اقرار دوی ته هېڅ فائدہ نهٔ شی ورکؤلے۔ حکم به وشی اُدْخُلُوْا فِیْ اُمَمٍ ۔ الخ ۔
تاسو هم دَ نورو کافرانو قومونو سره دوزخ ته ننوځیٔ۔ باقی نورو ځایونو کښې چې راغلی دی هغوی به دَ خپل کفر اؤ شرک انکار وکړی (وائی به چې مونږ خو نور خدایان نهٔ منل) نو دا آیت دَ هغې خلاف نهٔ دے ځکه چې قیامت کښې به مختلف حالات وی اؤ ډلې به هم جُدا جُدا وی۔ پهٔ ځنو آیتونو کښې دَ یو حالت اؤ دَ یوې ډلې بیان دے پهٔ نورو کښې دَ بل حالت۔
قَالَ ادْخُلُوْا فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ مِّنَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ فِی النَّارِ١ؕ كُلَّمَا دَخَلَتْ اُمَّةٌ لَّعَنَتْ اُخْتَهَا١ؕ حَتّٰۤی اِذَا ادَّارَكُوْا فِیْهَا جَمِیْعًا١ۙ قَالَتْ اُخْرٰىهُمْ لِاُوْلٰىهُمْ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ اَضَلُّوْنَا فَاٰتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ١ؕ۬ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَّ لٰكِنْ لَّا تَعْلَمُوْنَ۝۳۸
الله به ووائی ننوځیٔ دَ نورو قومونو سره چې ستاسو نه مخکښې تېر شوی دی دَ پېریانو اؤ بنیادمو نه پهٔ دوزخ کښې، ف۴۳ کله چې ننوزی یو قوم نو لعنت به وائی پهٔ بل قوم۔ ف۴۴ تر دې چې کله وغوزیږی پهٔ دې دوزخ کښې ټول۔ نو وائی به وروستی وړومبنیو ته اے ربه زمونږ ، هم دوی ګمراه کړی یو مونږ ، نو تهٔ دوی ته دوچنده عذاب ورکړه دَ اور۔ وبه فرمائی ټولو ته دوچنده دے خو تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔ ف۴۵
ف۴۳: یعنی وړاندې وروستو به ټول کافران دوزخ ته ننوځی۔
ف۴۴: یعنی دَ دې سختې پهٔ وخت کښې به دَ یو بل سره دَ همدردیٔ پهٔ ځائې پهٔ یو بل لعنت ملامت کوی۔ شاید چې کشران به خپلو مشرانو ته وائی پهٔ تاسو دې لعنت وی مونږ خو ستاسو پېروی کؤله ، مونږ مو هم دَ ځان سره ډوب کړو۔ اؤ مشران به ورته وائی۔ لیونو کهٔ مونږ کندې ته پرېوتی وو نو تاسو ړاندهٔ ویٔ چې تاسو هم پکښې پرېوتیٔ (خپله مو سترګې پټې وې نو مونږ ته څهٔ وایئ)۔
ف۴۵: یعنی دَ وړومبنیو ګناه خو پهٔ دې دوچنده ده چې خپله هم ګمراه وو اؤ وروستی ېٔ هم ګمراه کړل۔ اؤ دَ وروستنیو ګناه پهٔ دې دوچنده ده چې کهٔ وړومبی ګمراه وو نو دوی ولې فکر نهٔ کؤلو، هغوی پسې پهٔ پټو سترګو روان وو۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ هر دوزخی عذاب پهٔ خپله خپله درجه کښې سخت دے اؤ ساعت پهٔ ساعت پکښې زیاتے راځی۔ ځکه ېٔ وفرمائیل چې دَ هر یو عذاب دوه چنده دے خو دوی نهٔ پوهیږی۔ دا خو اوس ابتدا ده تاسو ته ېٔ پوره پته نهٔ لګی ، وروستو به درته پته ولګی۔ یعنی کهٔ دَ وړومبنیو عذاب دوچند شی نو تاسو ته ېٔ څهٔ خیر نشته ، تاسو ته پکښې څهٔ کمے نهٔ شی راتلې۔ دا تقریر پهٔ هغه وخت کښې دے چې دَ لِکُلٍّ ضِعْفٌ نه دواړه ډلې مراد شی۔ لېکن دَ ابنِ کثیرؒ پهٔ خیال دې آیت کښې وروستنیو ته خبر ورکړې شوے دے چې مونږ پهٔ وړومبنیو کښې هر یو ته دَ خپلې درجې مطابق دوچند عذاب ورکړے دے۔ لکه څنګه چې بل ځائې فرمائی: اَلَّذِیْنَ کَفَرُوْا وَ صَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللہِ زِدْنَاہُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ (سوره نحل ، رکوع ۱۲) اؤ بل ځائې فرمائی: وَ لَیَحْمِلُنَّ اَثْقَالَہُمْ وَ اَثْقَالًا مَّعَ اَثْقَالِہِمْ۫ (سوره عنکبوت ، رکوع ۱)
وَ مِنْ اَوْزَارِ الَّذِیْنَ یُضِلُّوْنَہُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ (سوره نحل، رکوع ۳)
(څوک چې کافران شوی دی اؤ خلق منع کوی دَ الله دَ لارې نه زیات به کړو مونږ پهٔ هغوی دَ عذاب دپاسه عذاب دَ دوی دَ شرارت پهٔ بدله کښې) ، (اؤ البته پورته کوی به دوی خپل پیټی اؤ څومره نور پیټی دَ خپلو پېټو سره) ، ( پورته کوی به دوی خپل پېټے پوره پوره دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ څهٔ بوج دَ هغه خلقو چې دوی ګمراه کؤل بې تحقیقه)
وَ قَالَتْ اُوْلٰىهُمْ لِاُخْرٰىهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ۠۝۳۹
اؤ وائی به دَ دوی وړومبنی وروستنو ته اؤ هېڅ لوئی نشته ستاسو پهٔ مونږ باندې۔ اوس څکیٔ عذاب دَ خپلې ګټې پهٔ برکت ف۴۶
ف۴۶: یعنی زمونږ دَ سزا زیاتؤلو پهٔ خواست کښې تاسو ته څهٔ فائده ورسېده ، ولې ستاسو نه پرې څهٔ عذاب کم شو؟ نه تاسو به هم خپله سزا پوره څکیٔ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ اسْتَكْبَرُوْا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ اَبْوَابُ السَّمَآءِ وَ لَا یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ حَتّٰی یَلِجَ الْجَمَلُ فِیْ سَمِّ الْخِیَاطِ١ؕ وَ كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُجْرِمِیْنَ۝۴۰
بې شکه چا چې دروغ ووې زمونږ آیتونو ته۔ اؤ دَ هغې مقابله کښې ېٔ لوئی وکړه ، نهٔ به شی پرانستے ورته دروازې دَ آسمان ف۴۷ اؤ نهٔ به شی ورننوتې جنّت ته۔ تر دې چې ننوځی اوښ دَ ستنې پهٔ سوم کښې ف۴۸ اؤ مونږ دغسې بدله وکوؤ ګناهګارو ته۔
ف۴۷: یعنی پهٔ ژوند کښې هم دَ دوی عملونه دَ قبلېدو قابل نهٔ وو اؤ نهٔ دَ مرګ نه پس دَ دوی روحونه آسمان ته ختې شی۔ پهٔ حدیث کښې راځی چې دَ کافر روح به دَ آسمان نه سجّین ته را غورزؤلے شی اؤ دَ مؤمن روح به پاس آسمان ته خیژی۔ پوره تفصیل دَ احادیثو کتابونو کښې وګوریٔ۔
ف۴۸: دا تعلیق بالمحال دے (یعنی یو نهٔ کېدونکی کار پورې بل کار اټالؤل) دَ هرې ژبې پهٔ محاورو کښې داسې مثالونه شته دی چې پهٔ هغې کښې ېٔ یو ناممکن کار پورې تړلے وی۔ یعنی څنګه چې دا ممکنه نهٔ ده چې اوښ سره دَ دې غټوالی دَ ستنې پهٔ نری سم کښې ننوځی ، دغسې دا هم ممکنه نهٔ ده چې دا کافران جنت ته ننوځی ځکه چې الله پاک دَ دوی جهنم کښې دَ همېشه وسېدو خبر ورکړے دے اؤ الله پاک دَ دوی دپاره هم دغه سزا مقرر کړے ده۔ نو دَ الله پاک دَ علم اؤ اخبار نه خلاف کار کېدل ممکن نهٔ دی۔
لَهُمْ مِّنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَّ مِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ١ؕ وَ كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ۝۴۱
دوی دپاره دَ دوزخ بستره ده اؤ دَ پورته نه اغوستل۔ ف۴۹ اؤ هم دغه شان بدله ورکوو مونږ ظالمانو ته۔
ف۴۹: یعنی هر طرف ته به ترېنه اور چاپېره وی ، پهٔ هېڅ شان اؤ هېڅ حالت کښې به ورته ارام نهٔ وی۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَاۤ١٘ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۴۲
اؤ چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل۔ مونږ پېټے نه ږدو پهٔ هېچا مګر دَ هغهٔ دَ طاقت موافق۔ هم دغه کسان وسیدونکی دَ جنّت دی دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ ف۵۰
ف۵۰: لَا نُکَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَہَا دا ترمینځه جمله معترضه ده چې ایمان اؤ اعمالِ صالحه دَ کوم چې دومره لوئے انعام دے پهٔ جنت کښې به وسی څهٔ دومره ګران کار نهٔ دے۔ چې دَ چا دَ وس نه بهر وی یا مطلب دا چې دَ هر چا نه دَ دومره قدر نیک عمل مطالبه ده چې څومره چې دَ هغهٔ پهٔ وس کښې وی دَ طاقت نه بهر مطالبه دَ هېچا نه نشته۔
وَ نَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ١ۚ وَ قَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدٰىنَا لِهٰذَا١۫ وَ مَا كُنَّا لِنَهْتَدِیَ لَوْ لَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ١ۚ لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ١ؕ وَ نُوْدُوْۤا اَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۴۳
اؤ لرې به کړو مونږ څهٔ خفګان چې دَ دوی پهٔ زړونو کښې وهٔ بهیږی ف۵۱ به دَ هغوی دَ لاندې نهرونه۔ اؤ دوی به وائی شکر دے دَ الله چې مونږ ېٔ تر دې را ورسؤلو اؤ مونږ لار نهٔ شوه موندې کهٔ مونږ ته الله نهٔ وهٔ ښودلے۔ بې شکه راؤړې وې زمونږ دَ رب رسولانو حقې خبرې۔ ف۵۲ اؤ آواز به وشی چې دا جنت دے حقدار شویٔ تاسو دَ دې دَ خپلو عملونو پهٔ بدله کښې ف۵۳
ف۵۱: نَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِہِمْ مِنْ غِلٍّ نه مطلب یا خو دا دے چې دَ جنتیانو به پهٔ خپلو کښې دَ جنت دَ نعمتونو متعلق یو بل سره څهٔ کینه اؤ حسد نهٔ وی۔ هر یو به دَ بل پهٔ نعمتونو اؤ خوشحالیو خوشحالیږی پهٔ خلاف دَ دوزخیانو چې هغوی به پهٔ دوزخ کښې هم پهٔ یو بل لعنت ملامت کوی ، څنګه چې مخکښې تېر شوی دی۔ یا مطلب دا دے چې دَ صالحانو کهٔ پهٔ دنیا کښې دَ یو بل نه څهٔ خفګان پیدا شوے وهٔ ، جنت ته ننوتو نه مخکښې به دا خفګان دَ دوی دَ زړهٔ نه لرې کړې شی ، هلته به دَ ټولو زړونه یو بل ته صفا وی۔ دَ حضرت علیؓ نه روایت دے چې زهٔ ، حضرت عثمانؓ ، حضرت طلحهؓ ، حضرت زبیرؓ به پهٔ دغه خلقو کښې شمار یو۔ مترجمؒ دا ورستیٔ معنیٰ پهٔ ترجمه کښې اخستے ده۔
ف۵۲: یعنی دَ الله پاک پهٔ امداد اؤ دَ رسول اکرمﷺ پهٔ صحیح رهنمایئ دا وچته درجه الله پاک زمونږ نصیب کړه ګنی چرته مونږ اؤ چرته دا درجې۔
ف۵۳: دا اواز کؤنکی به دَ الله پاک دَ طرف نه یوه فرښته وی۔ یعنی نن ستاسو کوششونه اؤ نیک عملونه پکار راغلل اؤ خپل زوړ میراث مو دَ الله پهٔ فضل حاصل کړو۔ حدیث شریف کښې راځی۔ هېڅوک پهٔ خپل عمل جنت ته نهٔ شی تلې۔ یعنی عمل جنت ته دَ تلو حقیقی سبب نهٔ دے۔ صرف ظاهری سبب دے۔ اصلی سبب دَ الله پاک رضا ده اؤ رحمتِ کامله دے۔ لکه څنګه چې دَ حدیث شریف دَ الفاظو اِلَّا اَنْ یَّتَغَمَّدَنِیَ اللہُ بِرَحْمَتِہٖ نه څرګندیږی۔ البته بنده باندې رحمتِ الهی پهٔ دغه اندازه راځی څومره چې هغهٔ کښې دَ نیک عمل روح وی۔ مترجم رحمة الله علیه به پهٔ درس کښې فرمائیل ، ګاډے خو دَ الله پاک دَ رحمت پهٔ زور چلیږی لېکن عمل هغه جنډۍ ده چې دَ هغې پهٔ اشاره ېٔ روانوی اؤ ودروی۔
وَ نَادٰۤی اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ اَصْحٰبَ النَّارِ اَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُّمْ مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا١ؕ قَالُوْا نَعَمْ١ۚ فَاَذَّنَ مُؤَذِّنٌۢ بَیْنَهُمْ اَنْ لَّعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الظّٰلِمِیْنَۙ۝۴۴
اؤ اواز به ورکړی دَ جنت وسیدونکی دَ دوزخ وسیدونکیو ته چې مونږ بیا مونده څهٔ وعده چې مونږ سره رب کړے وه رښتونی۔ نو تاسو هم دَ خپل رب وعده بیا منده رښتونے۔ هغوی به ووائی او ، بیا به اواز وکړی یو اواز کؤنکے دَ دوی ترمینځه ، چې دَ الله لعنت دې وی پهٔ ظالمانو باندې۔
الَّذِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ یَبْغُوْنَهَا عِوَجًا١ۚ وَ هُمْ بِالْاٰخِرَةِ كٰفِرُوْنَۘ۝۴۵
چا چې به منع کؤله دَ الله دَ لارې نه اؤ لټؤلو به ېٔ پهٔ دې کښې کوږوالے اؤ دوی دَ آخرت نه منکر دی۔ ف۵۴
ف۵۴: پهٔ دې آیتونو کښې دَ هغې خطابونو اؤ دَ خبرو اترو بیان دے کوم چې به دَ جنتیانو اؤ دوزخیانو اؤ دَ اعراف والؤ تر مینځه کیږی۔ وړومبیٔ اؤ وروستیٔ خبرې چې دَ جنتیانو اؤ دوزخیانو ترمینځه دی دَ هغې نه صفا معلومیږی چې دا خبرې به جنت یا دوزخ ته ننوتو نه پس کیږی۔ نو دَ خبرو دَ ترتیب دا تقاضا ده چې دَ اعراف والؤ خبرې هم وروستیٔ ومنلې شی۔
بهرحال جنتیان به جنت ته ننوتو نه پس پهٔ خپل حال خوشحالی کوی اؤ دوزخیانو ته به دَ هغوی دَ ملامته کؤلو دپاره وائی چې مونږ سره چې څهٔ وعدې الله پاک دَ رسولانو پهٔ خلهٔ کړی دی هغه خو رښتیا وختې نو تاسو وایئ چې تاسو سره چې ېٔ پهٔ کفر اؤ ګناهونو کوم وعیدونه کړی وو هغه هم رښتیا وو کهٔ نه۔ څرګنده ده چې ځواب کښې به هغوی بې دَ او نه بل څهٔ وې۔ پهٔ دې وخت کښې به دَ الله پاک دَ یو طرف نه یو اواز کؤنکے اواز وکړی چې هسې خو ګنهګار ډېر دی مګر دَ الله پاک غضب زیات پهٔ هغه ظالمانو دے چې خپله هم ګمراه اؤ دَ اخرت دَ غم نه بې فکره وو اؤ نور خلق ېٔ هم دَ حقې لارې نه منع کؤل اؤ شپه ورځ ېٔ پهٔ کج بحثو کښې دَ حق پهٔ لاره کښې کوږوالے لټؤلو۔
وَ بَیْنَهُمَا حِجَابٌ١ۚ وَ عَلَی الْاَعْرَافِ رِجَالٌ یَّعْرِفُوْنَ كُلًّۢا بِسِیْمٰىهُمْ١ۚ وَ نَادَوْا اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ اَنْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ١۫ لَمْ یَدْخُلُوْهَا وَ هُمْ یَطْمَعُوْنَ۝۴۶
اؤ دَ دواړو ترمینځه به یو دیوال وی ف۵۵ اؤ په اعراف کښې به سړی وی چې پېژنی به هر یو پهٔ خپلو علامو اؤ هغوی به چغې وهی دَ جنت وسیدونکیو ته۔ سلام دے پهٔ تاسو ، دوی لا جنت ته ننوتی نهٔ دی خو پهٔ طمع کښې دی ف۵۶
ف۵۵: دَ حجاب معنیٰ ده پرده۔ دلته ترېنه دَ پردې دیوال مراد دے لکه پهٔ ” سورتِ حدید“ کښې چې راځی: فَضُرِبَ بَیْنَہُمْ بِسُوْرٍ لَّہٗ بَابٌ (دَ دوی ترمینځه به دیوال ووهلے شی چې هغې کښې به یوه دروازه وی) دا دیوال به دَ جنت مزې دوزخ ته دَ رسؤلو نه اؤ دَ دوزخ تکلیف جنت ته رسؤلو نه منع کوی۔ دَ دې دَ پوره تفصیلی حالت علم مونږ ته نشته (چې دا دیوال به څنګه وی وغېره)
ف۵۶: دَ دغې مینځنی دیوال دپاسه وچت ځائې ته اعراف وائی۔ پهٔ اعراف کښې به کوم خلق وی۔ قرطبیؒ پهٔ دې کښې دولس قولونه نقل کړی دی۔ خو زمونږ پهٔ خیال ټولو کښې بهتر هغه قول دے کوم چې دَ حضرت ابن عباسؓ ،حضرت ابن مسعودؓ اؤ حضرت حذیفهؓ نه نقل شوے دے چې دَ اعمالو دَ تول نه پس چې دَ چا نیکیٔ زیاتې شوې هغوی خو به جنت ته لاړ شی اؤ چې دَ چا بدیٔ زیاتې شوې هغوی به دوزخ ته لاړ شی۔ اؤ دَ چا چې نیکیٔ اؤ بدیٔ سره سر پهٔ سر شوې هغوی به پهٔ اعراف کښې وی۔ دَ روایاتو نه ثابتیږی چې دَ اعراف خاوندان به اخرکار جنت ته ځی اؤ هسې هم دا معلومیږی چې هرکله ګنهګار مسلمانان هم اخرکار جنت ته تلونکی دی نو پکار ده چې دَ اعراف والا دَ هغو نه مخکښې لاړ شی ګویا کهٔ اصحابِ اعراف دَ اصحابِ یمین یو کمزورے قسم دے۔ څنګه چې سابقین مقرّبین هم دَ اصحابِ یمین یو قسم دے چې دَ خپلې مضبوطیا پهٔ برکت دَ ټولو نه مخکښې جنت ته ورسېدو۔ دغسې اصحابِ اعراف هم اصحابِ یمین دی خو دَ کمزورتیا پهٔ وجه دَ ټولو نه وروستو پاتی شو۔ دوی به دَ جنتیانو اؤ دوزخیانو ترمینځه وی۔ دواړه طبقې به وینی اؤ پهٔ خپلو خاصو علامو به ېٔ پېژنی۔ جنتیان به پهٔ خپلو روښانه مخونو اؤ خندا خوشحالیٔ پېژنی اؤ دوزخیان به پهٔ تورو سوو مخونو اؤ چغو نعرو پېژنی۔ بهرحال جنتیانو ته به سلام کوی اؤ مبارکباد به ورکوی۔ اؤ چونکې خپله لا جنت ته نهٔ دی لاړ نو دا طمع اؤ خواهش به کوی چې الله پاک مونږ هم دَ دوی سره ملګری کړی۔ اؤ اخر به ېٔ دا خواهش پوره شی۔
وَ اِذَا صُرِفَتْ اَبْصَارُهُمْ تِلْقَآءَ اَصْحٰبِ النَّارِ١ۙ قَالُوْا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۠۝۴۷
اؤ کله چې به وګرځی دَ دوی نظر دوزخ والؤ طرف ته نو وائی به اے زمونږه ربه مونږ مهٔ ملګری کوه دَ ظالمانو سره۔ ف۵۷
ف۵۷: دَ جنت اؤ دوزخ تر مینځه کېدو پهٔ وجه به دَ دوی حالت دَ ویرې اؤ امید تر مینځه وی۔ چې دېخوا ګوری نو دا طمع به کوی چې دا نعمتونه به مونږ ته هم الله پاک راکړی اؤ چې دېخوا ګوری نو خوف به کوی چې چرته مونږ دېخوا ونهٔ غورزوی اؤ توبې به وباسی۔ دَ الله نه به پناه غواړی چې یا الله دَ دې دوزخ نه خو مو وساتے۔
وَ نَادٰۤی اَصْحٰبُ الْاَعْرَافِ رِجَالًا یَّعْرِفُوْنَهُمْ بِسِیْمٰىهُمْ قَالُوْا مَاۤ اَغْنٰی عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَ مَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ۝۴۸
اؤ اواز به کوی اعراف واله هغه خلقو ته کوم چې پېژنی پهٔ خپلو علامو ف۵۸ وائی به چې هېڅ پکار رانهٔ غلې ستاسو ډلې اؤ کوم کبر چې تاسو کؤلو۔ ف۵۹
ف۵۸: یعنی دَ دوزخ دَ عذاب نه علاوه به هم دَ هغوی دَ مخونو نه داسې معلومیږی چې دا دوزخیان دی (بې نوره تور مخونه به ېٔ نیؤلی وی) یا مطلب دا چې دا خلق به دَ اعراف والؤ پهٔ دنیا کښې هم لیدلی وو۔ نو دلته چې ېٔ ووینی نو وبه ېٔ پېژنی۔
ف۵۹: یعنی دَ دې سختې پهٔ وخت کښې ستاسو هغه ډلې اؤ طاقت څهٔ شو چې دنیا کښې به مو لافې وهلې اؤ کبر مو کؤلو۔
اَهٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَقْسَمْتُمْ لَا یَنَالُهُمُ اللّٰهُ بِرَحْمَةٍ١ؕ اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمْ وَ لَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ۝۴۹
اؤ دا هغه خلق دے چې تاسو به قسم خوړلو چې نهٔ به رسی دوی ته دَ الله رحمت۔ ننوځیٔ جنت ته ، نهٔ څهٔ ویره شته پهٔ تاسو اؤ نهٔ به غمژن یئ۔ ف۶۰
ف۶۰: دا خبره به دوزخیانو ته کوی۔ چې پهٔ دنیا کښې دا کمزوری اؤ مسکینان چې تاسو به ورپورې خندل چې آیا الله پاک مونږ پرېښو اؤ پهٔ دې غریبانانو ېٔ فضل وکړو۔ اَہٰٓؤُلَآءِ مَنَّ اللہُ عَلَیْہِمْ مِنْۢ بَیْنِنَا نو دغه چې تاسو سپک ګڼل دوی ته خو حکم وشو چې ”اُدْخُلُوا الْجَنَّۃَ لَا خَوْفٌ عَلَیْکُمْ“ الخ (جنت ته لاړ شیٔ بې خطرې اؤ بې خوفه) اؤ تاسو چې ځان لوئے ګڼلو پهٔ دوزخ کښې واچؤلی شویٔ ، دا ولې؟ اوس درته پته ولګېده کهٔ نه۔ (چې پهٔ اصل کښې سپل څوک وو اؤ عزت مند څوک وو)
وَ نَادٰۤی اَصْحٰبُ النَّارِ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ اَنْ اَفِیْضُوْا عَلَیْنَا مِنَ الْمَآءِ اَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ١ؕ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ حَرَّمَهُمَا عَلَی الْكٰفِرِیْنَۙ۝۵۰
اؤ چغې به وهی دَ دوزخ وسیدونکی وسیدونکیو دَ جنت ته چې راتوې کړیٔ پهٔ مونږ لږې اوبهٔ ، یا څهٔ دَ هغه رزق نه چې تاسو ته الله درکړے دے ، ورته به ووائی چې الله دا دواړه بند کړی دی پهٔ کافرانو باندې۔
الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَهُمْ لَهْوًا وَّ لَعِبًا وَّ غَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا١ۚ فَالْیَوْمَ نَنْسٰىهُمْ كَمَا نَسُوْا لِقَآءَ یَوْمِهِمْ هٰذَا١ۙ وَ مَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ۝۵۱
چا چې دین کړو خپل ځان ته تماشه اؤ لوبې ، اؤ پهٔ دهوکه کښې واچؤل دوی دَ دنیا ژوند۔ نو نن به مونږ دوی هېر کړو څنګه چې دوی ملاقات هېر کړے وهٔ دَ دې ورځې۔ اؤ څنګه چې دوی زمونږ دَ آیتونو نه انکار کؤلو ف۶۱
ف۶۱: دوزخیان به دَ بدې ورځې جنتیانو ته منتونه زاریٔ کوی چې مونږ خو وسوو۔ دَ الله دپاره لږې اوبهٔ راباندې راتوې کړیٔ چې دا اور رانه کم شی، اؤ دَ لوږې مړهٔ شو تاسو سره دومره بې حسابه څیزونه دی لږ خو ترېنه راکړیٔ۔ هغوی به ورته ووائی دا څیزونه الله پاک پهٔ کافرو بند کړی دی۔ دا خو هم هغه خلق دی چې دَ دین نه ېٔ لوبې اؤ نخرې جوړې کړے وې۔ دَ دنیا پهٔ مزو خوشحالو وو اؤ پهٔ دې نعمتونو ېٔ یقین نهٔ کؤلو نو څنګه چې دوی پهٔ اخرت یقین نهٔ کؤلو اؤ دَ الله پاک دَ آیتونو نه منکر وو۔ دغه شان به نن الله پاک هم دَ دوی خیال نهٔ کوی اؤ دَ دوی خواستونه به نهٔ منظوروی۔
وَ لَقَدْ جِئْنٰهُمْ بِكِتٰبٍ فَصَّلْنٰهُ عَلٰی عِلْمٍ هُدًی وَّ رَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۝۵۲
اؤ مونږ دې خلقو ته راستؤلے دے کتاب چې مونږ تفصیل سره بیان کړے دے ښهٔ پهٔ پوهه لار ښودونکے اؤ رحمت دے دَ ایماندارو دپاره ف۶۲
ف۶۲: دَ قرآن کریم غوندې کتاب دوی سره موجود دے چې ټول ضروریات پکښې بیان شوی دی اؤ هره خبره پکښې ښهٔ پهٔ تفصیل سره پهٔ دلائلو واضحه شوے ده۔ مؤمنانو ترېنه پوره پوره فائده واخسته لېکن دې ظالمانو ترېنه دَ خپل کبر اؤ عناد پهٔ وجه فائده وانهٔ خسته اؤ خپل انجام ته ېٔ فکر نهٔ کؤلو۔ اوس خو دَ عمل وخت ختم دے، اوس پهٔ افسوس اؤ ارمان هېڅ لاس ته نهٔ شی ورتلې۔ (دَ دې وخت غم پهٔ دنیا کښې پکار وهٔ)
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا تَاْوِیْلَهٗ١ؕ یَوْمَ یَاْتِیْ تَاْوِیْلُهٗ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ نَسُوْهُ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ١ۚ فَهَلْ لَّنَا مِنْ شُفَعَآءَ فَیَشْفَعُوْا لَنَاۤ اَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ١ؕ قَدْ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۠۝۵۳
آیا دوی اوس دَ دې انتظار کوی چې دَ دې مضمون څرګند شی۔ پهٔ کومه ورځ چې څرګند شی دَ دې مضمون۔ وائی به هغه خلق چې هېر کړے وهٔ دا مخکښې ، بېشکه راؤړے وې زمونږ دَ رب رسولانو رښتیا خبرې۔ نو اوس څوک شته چې زمونږ سفارش وکړی ، یا مونږ واپس کړی چې مونږ عمل وکړو بل شان دَ هغې نه چې مونږ کؤلو۔ بېشکه دوی خپل ځانونه تباه کړل اؤ ورک به شی دَ دوی نه څهٔ دروغ چې دوی جوړول۔ ف۶۳
ف۶۳: پهٔ کتاب الله کښې چې دَ عذاب کوم خبرونه ورکړی شوی دی ، نو دَ دوی څهٔ خیال دے۔
آیا دوی دَ دې انتظار کوی چې دَ دې خبرونو مصداق مخې ته راشی (دَ عذاب علامې پهٔ سترګو ووینی) نو هله به ورباندې یقین کوی؟ اؤ حال دا دے چې کله دَ دې مصداق مخې ته راشی اؤ دوی پهٔ عذاب کښې ګېر شی نو هغه وخت کښې به حق قبلؤل (ایمان راؤړل) څهٔ فائده نهٔ ورکوی۔ پهٔ هغه وخت به دوی ځان ته سفارشیان لټوی چې دَ الله دَ عذاب نه ېٔ خلاص کړی خو سفارشیان به نهٔ مومی اؤ دا آرزوګانې به کوی چې کهٔ مونږ بیا دَ امتحان دپاره دنیا ته واستؤلې شوې نو بیا به مونږ ګناهونه نهٔ کوؤ اؤ نیک اؤ پرهېزګار به یو لېکن اوس دَ دې خواهشونو څهٔ فائده نشته۔ دوی دَ خپله لاسه ځان تباه کړے دے۔ اؤ کوم دَ دروغو خدایان چې ېٔ منل هغه ترېنه ټول پت شو۔
اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ١۫ یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ یَطْلُبُهٗ حَثِیْثًا١ۙ وَّ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ وَ النُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍۭ بِاَمْرِهٖ١ؕ اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَ الْاَمْرُ١ؕ تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ۝۵۴
بې شکه ستاسو رب الله دے چا چې پیدا کړی دی آسمانونه اؤ زمکه ف۶۴ پهٔ شپږو ورځو کښې ف۶۵ بیا قائم شو پهٔ عرش باندې ف۶۶ هغه راغوړؤی پهٔ شپه باندې ورځ چې یو بل پسې پهٔ منډه راځی۔ اؤ پیدا کړی ېٔ دی نمر اؤ سپوږمۍ اؤ ستوری ف۶۷ تابعدار دَ خپل حکم۔ ف۶۸ واؤریٔ هم دَ هغهٔ کار دے پیدا کؤل اؤ حکم چلؤل ،دَ لوئی برکت خاوند دے الله چې پالونکے دَ ټول جهان دے ف۶۹
ف۶۴: پهٔ تیر آیت کښې دَ آخرت بیان وهٔ۔ اوس بیا دَ دنیا دَ پیدائش حقیقت بیانیږی۔ پهٔ هغه رکوع کښې ”قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ“ سره بیان شوے وهٔ چې کوم خلق پهٔ دنیا کښې دَ رسولانو نه منکر وو هغوی به هم پهٔ آخرت کښې اقرار کوی چې واقعی رسولان رښتونی وو۔ دلته پهٔ ډېره لطیفه طریقه دَ الله پاک دَ حکومت اؤ دَ رسولانو ضرورت بیان شوے دے اؤ بیا دَ ځنو مشهورو رسولانو حالات اؤ واقعات بیانیږی اؤ دا چې دَ هغوی دَ نهٔ منونکیو پهٔ دنیا کښې څهٔ انجام شو۔ ګویا کهٔ دا رکوع دَ راتلونکیو څو رکوعو دپاره تمهید دے۔
ف۶۵: یعنی پهٔ دومره وخت کښې چې دَ شپږو شواروزو برابر وهٔ ځکه چې (پهٔ هغه وخت کښې دغه شپږ ورځې چې دَ نمر دَ ختو پرېوتو پهٔ حساب دی نهٔ وې) ځکه چې نمر سپوږمۍ لا پیدا شوی نهٔ وو ، اؤ دا شمسی نظام موجود نهٔ وهٔ۔ یا دا مطلب دے چې دَ دې دنیا شپه ورځ مراد نهٔ دی بلکې دَ هغه علمِ غیب شپه ورځ ترېنه مراد دی۔ پهٔ دې حساب هر څومره چې وی۔ لکه عارف شیرازی وائی:
غیب را ابرے و آبے دیگر ست
آسمان و آفتاب بے دیگر ست
دَ وړومبیٔ معنې پهٔ لحاظ دې کښې بیا دَ عالمانو اختلاف دے چې آیا دغه انداز ترېنه مراد دے کوم چې زمونږ دَ شواروز دے اؤ کهٔ هغه ورځې دی کومې چې الله پاک فرمائی: وَ اِنَّ یَوْمًا عِنْدَ رَبِّکَ کَاَلْفِ سَنَۃٍ مِّمَّا تَعُّدُوْنَ (دَ الله پهٔ نزد یوه ورځ دومره ده لکه ستاسو پهٔ حساب زر کاله چې شماریٔ) یعنی یوه ورځ دَ زرو کالو برابر ده (علامه عثمانیؒ فرمائی) زما پهٔ خیال دا آخری قول زیات بهتر دے۔
بهرحال الله پاک زمکه آسمانونه یکدم نهٔ دی پیدا کړی۔ شاید چې اول دَ دې ماده پیدا شوے ده اؤ بیا ورو ورو دَ خپل استعداد مطابق پهٔ مختلفو شکلونو کښې منتقل شوے ده۔ اؤ دا عالم ترېنه جوړ شوے دے۔ پهٔ شپږو ورځو (یعنی تقریبًا شپږ زره کاله کښې) دا نظام ټول مکمل شوے دے۔ لکه اوس چې هم دَ بنیادمو اؤ نورو حیواناتو اؤ نباتاتو دَ تولید اؤ تخلیق سلسله دغسې جاری ده۔ اؤ دا دَ الله پاک شان کُنْ فَیَکُوْنُ سره منافی نهٔ ده۔ ځکه چې دَ هغې مطلب دا دے چې الله پاک دَ کوم څیز دَ پیدائش پهٔ کومه درجه کښې اراده وکړی هغه پهٔ هغه وخت موجود شی۔ اؤ دا مطلب ېٔ نهٔ دے چې الله پاک دَ څهٔ شی پهٔ مختلفو درجو کښې پهٔ ترتیب پیدا کؤلو هډو اراده نهٔ کوی۔ بلکې هر څیز بې دَ څهٔ واسطې اؤ سبب نه یکدم پیدا کوی (داسې نهٔ ده)۔
ف۶۶: دَ الله پاک دَ صفاتو متعلق دا یاد لریٔ چې پهٔ قرآن اؤ حدیثو کښې چې کوم صفتونه دَ الله پاک دپاره بیان شوی دی هغه الفاظ دَ بنیادمو دپاره هم استعمالیږی۔ مثلًا الله پاک ته حَیٌّ ۔ سَمِیْعٌ ۔ بَصِیْرٌ ۔ مُتَکَلِّمٌ وئیلی شوی دی اؤ دغه الفاظ بنیادمو ته هم استعمالیږی خو پهٔ دواړه ځایه کښې دَ دې الفاظو معنیٰ بالکل جُدا جُدا ده۔ مخلوق ته دَ سَمِیْعٌ اؤ بَصِیْرٌ وئیلو مطلب دا دے چې دَ هغهٔ دَ لیدو سترګې اؤ دَ اورېدو دپاره غوږونه شته دے۔ نو دلته دوه څیزونه دی یو هغه آله مثلًا سترګې چې لیدل پرې کیږدی اؤ یو دَ هغې نتیجه یعنی لیدل یا هغه خاص علم چې پهٔ لیدو حاصلیږی نو مخلوق ته چې بصیر وئیلی شی هغې کښې دَ دې دواړو څیزونو لحاظ وی۔ اؤ دَ دې دواړو کیفیت مونږ ته معلوم دے۔ لېکن دغه لفظ چې دَ الله پاک دپاره استعمال شی نو دَ هغې نه یقینًا دَ دې مبادی اؤ جسمانی کیفیت مراد نهٔ وی کوم چې دَ مخلوق خاصیتونه دی ځکه چې الله پاک دَ جسم نه پاک دے۔ (نو دَ هغهٔ دَ لیدو نهٔ مونږ ته کیفیت معلومېدے شی اؤ نهٔ دَ هغهٔ لیدو ته دَ سترګې ضرورت شته) البته دومره عقیده ساتل پکار دی چې دَ لیدو مبدء دَ هغهٔ پهٔ ذات پاک کښې موجود ده اؤ دَ لیدو پهٔ ذریعه چې کوم علم حاصلیږی هغه باری تعالیٰ ته پهٔ کامله طریقه حاصل دے۔ باقی پاتې شوه دا خبره چې هغه مبدء دَ لیدو څنګه ده اؤ دَ هغهٔ دَ لیدو کیفیت څنګه دے۔ (نو نهٔ دَ دې معلومېدو څهٔ ضرورت شته اؤ نهٔ ېٔ مونږ معلومؤلے شو) مونږ صرف دومره وئیلی شو چې هغه دَ بنیادم دَ لیدو بهٔ شان یقینًا نهٔ دی۔ دَ دې نه زیات څهٔ نهٔ شو وئیلے۔ لَیْسَ کَمِثْلِہٖ شَیْئٌ وَ ہُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرؕ یواځې سمع اؤ بصر نه دَ الله پاک ټول صفات هم دغه شان دی چې پهٔ اعتبار دَ صفت دَ مبدء او نتیجې الله پاک ته ثابت دی حقیقت مونږ ته نهٔ شی معلومېدے اؤ نهٔ شریعت مونږ ته دا حکم کوی چې زمونږ دَ عقل نه پورته حقائقو معلومؤلو کښې هسې ځان پرېشان کړو۔ دَ دې تقریر څهٔ خلاصه مونږ پهٔ سورتِ مائده کښې دَ آیت (قَالَتِ الْیَہُوْدُ یَدُ اللہِ مَغْلُوْلَۃٌ) پهٔ تفسیر کښې بیان کړے ده۔ استواء علی العرش هم دغسې وګڼیٔ۔ دَ عرش معنیٰ ده تخت اؤ وچت مقام اؤ دَ استواء ترجمه اکثرو مفسرینو استقرار اؤ تمکن کړے دے۔ مترجمؒ هم دَ دې ترجمه کړے ده ”قرار پکڑنا“ ګویا دَ دې مطلب دے دَ حکومت پهٔ تخت داسې قابض کېدل چې هېڅ یو ګوشه ېٔ دَ اقتدار نه بهر نهٔ وی اؤ نهٔ ېٔ پهٔ قبضه اؤ غلبه کښې څهٔ ګړبړ وی۔ دَ هر کار انتظام ښهٔ برابر وی۔ نو دَ دنیا دَ بادشاهانو دَ تخت نشینیٔ یو خو مبدء اؤ ظاهری شکل وی، یعنی دَ بادشاه پهٔ تخت کښېناستل۔ اؤ یو دَ هغې غایت اؤ نتیجه وی یعنی پهٔ ملک باندې پوره قبضه اؤ غلبه حاصلېدل اؤ پهٔ ملک کښې تصرّف کؤل اؤ احکام چلؤل۔ نو دَ الله پاک پهٔ اِسْتَوٰی عَلَی الْعَرْش کښې دا غایت اؤ نتیجه پهٔ کامله طریقه موجوده ده۔ یعنی پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې دَ هغهٔ حکومت دے اؤ هم دَ هغهٔ حکم چلیږی لکه څنګه چې بل ځائې ورسره الفاظ دی یُدَبِّرُ الْاَمْرَ اؤ دلته کښې هم یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ سره دې مضمون ته اشاره ده با قی دَ اِسْتَوٰی عَلَی الْعَرْش مبدء اؤ ظاهری شکل دَ هغې متعلق هم دغسې عقیده ساتل پکار دی څنګه چې پهٔ سمع اؤ بصر کښې مونږ بیان وکړو ، چې دَ هغې داسې شکل یقینًا نهٔ شی کېدے څنګه چې دَ مخلوق پهٔ تخت دَ ناستی وی۔ بیا هغه چې داسې نهٔ دے نو څنګه دے؟ دا څنګه مونږ نهٔ شو معلومؤلے۔ دا کیفیت زمونږ دَ عقل دَ رساییٔ نه بهر دے:
اے برتر از خیلا و قیاس و گمان و وہم
و زِہر چہ گفتہ اند شنیدیم و خواندہ ایم
دفتر تمام گشت و بپایاں رسید عمر
ماہمچناں در اول و صف تو ماندہ ایم
لَیْسَ کَمِثْلِهٖ شَئٌ وَ هُوَا السَّمِیْعُ الْبَصِیْر۔
ف۶۷: یعنی دَ شپې تیارهٔ دَ ورځې پهٔ رڼا اؤ دَ ورځې رڼا دَ شپې پهٔ تیارهٔ پټوی۔ هم دغه شان پهٔ یو بل پسې دواړه روانې دی۔ چې ورځ ختمه شی شپه شروع شی اؤ چې شپه ختمه شی ورځ شروع شی ، تر دې مینځه یو منټ هم وقفه نهٔ راځی۔ پهٔ دې کښې هم اشاره ده چې کله دَ کفر اؤ ګمراهیٔ تیارهٔ پهٔ دنیا خوره شی نو الله پاک دَ ایمان اؤ معرفت نمر راپورته کړی چې ټوله دنیا پرې روښانه شی اؤ څو پورې چې دَ نمر رڼا خوره شوے نهٔ وی نو دَ نبوّت ستوری اؤ سپوږمۍ دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې خلقو ته لار ښیٔ۔
ف۶۸: یو ستورے هم دَ الله دَ حکم نه بغیر حرکت نهٔ شی کؤلے۔
ف۶۹: شے پیدا کؤل خلؔق دے۔ اؤ دَ پیدا کېدو نه پس تکوینی یا تشریعی احکام ورکؤل امر دے۔ اؤ دا دواړه دَ الله پاک پهٔ اختیار کښې دی ، نو هم هغه دَ ټولو خوبیو اؤ برکتونو سرچشمه ده۔
اُدْعُوْا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَّ خُفْیَةً١ؕ اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَۚ۝۵۵
خواست کویٔ خپل رب ته پهٔ زاریٔ اؤ پټ پټ، ف۷۰ دَ هغهٔ خوښ نهٔ دی دَ حد نه وتونکی۔ ف۷۱
ف۷۰: هر کله چې دَ دنیا دَ خلؔق اؤ امر مالک هم هغه دے نو خپل ټول حاجتونه دَ هغهٔ نه غوښتل پکار دی۔ ښهٔ پهٔ اخلاص، پهٔ منت اؤ پهٔ زاریٔ بې دَ ریاکاریٔ نه۔ دې نه معلومیږی چې اصل پهٔ دعا کښې اخفاء یعنی پټه پټه دعا غوښتل دی اؤ دغه دَ مشرانو نه منقول ده۔ پهٔ ځنو ځایونو کښې پهٔ زوره دعا غوښتل دَ څهٔ عارض دَ وجې راغلی دی۔ دَ دې تفصیل پهٔ روح المعانی وغېره کښې موجود دے۔
ف۷۱: یعنی پهٔ دعا کښې دَ ادب دَ حد نه وتل نهٔ دی پکار مثلًا کوم کارونه چې عادتًا یا شرعًا دَ کېدو نهٔ دی یا دَ ګناه کار اؤ فضول څیزونه یا داسې سوال چې دَ الله پاک دَ شان سره مناسب نهٔ دی۔ دَ دې ټولو نه ځان ساتل پکار دی۔ دا پهٔ اعتداء کښې راځی۔
وَ لَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا وَ ادْعُوْهُ خَوْفًا وَّ طَمَعًا١ؕ اِنَّ رَحْمَتَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِیْنَ۝۵۶
اؤ فساد مهٔ کویٔ پهٔ ملک کښې دَ هغې دَ اصلاح نه پس اؤ خواست کویٔ دَ الله نه پهٔ ویره اؤ پهٔ طمع۔ ف۷۲ بېشکه دَ الله رحمت نژدے دے نیکی کونکیو ته۔
ف۷۲: پهٔ تېرو آیتونو کښې هر حاجت دَ الله پاک نه دَ غوښتو طریقه ښیٔلے شوے وه، پهٔ دې آیت کښې دَ مخلوق اؤ دَ خالق ترمینځه دَ حقونو دَ خیال ساتلو چل ښیٔلے شی۔ یعنی چې پهٔ دنیا کښې معاملات سم چلیږی نو تاسو پکښې ګړبړ مهٔ پیدا کویٔ۔ اؤ دَ الله پاک عبادت دَ خوف اؤ رجا ترمینځه کویٔ۔ مهٔ ېٔ دَ رحمت نه مایوس کیږیٔ اؤ مهٔ ېٔ دَ غضب نه بې فکره کیږیٔ چې پهٔ ګناهونو زړهٔ ور شیٔ۔ زما پهٔ خیال دلته پهٔ اُدْعُوْہُ کښې دَ دُعا نه عبادت مراد دے لکه دَ تهجد دَ نمانځهٔ پهٔ حق کښې چې وئیلی شوی دی تَتَجَافٰی جُنُوْبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَّ طَمَعًا۔
وَ هُوَ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًۢا بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ١ؕ حَتّٰۤی اِذَاۤ اَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنٰهُ لِبَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَنْزَلْنَا بِهِ الْمَآءَ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ١ؕ كَذٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتٰی لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۝۵۷
اؤ هم هغه دے چې چلوی هواګانې زېرے راؤړونکے دَ باران نه مخکښې۔ تر دې چې دا هواګانې راپورته کړی درنې وریځې نو وشړو مونږ دا وریځې مړ ښار طرف ته بیا مونږ راتوی کړو دَ دې نه اوبهٔ بیا ورباندې راوباسو هر قسم مېوې۔ هم دغه شان به مونږ راوباسو مړی چې تاسو فکر وکړیٔ۔
وَ الْبَلَدُ الطَّیِّبُ یَخْرُجُ نَبَاتُهٗ بِاِذْنِ رَبِّهٖ١ۚ وَ الَّذِیْ خَبُثَ لَا یَخْرُجُ اِلَّا نَكِدًا١ؕ كَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّشْكُرُوْنَ۠۝۵۸
اؤ کوم ښار چې پاکیزه وی راټوکیږی دَ هغې شنکے دَ الله پهٔ حکم ، اؤ کوم چې خراب دی نهٔ راټوکیږی مګر ناقص ، مونږ دغه شان بیا بیا بیانوؤ خپل آیتونه حق منونکیو ته۔ ف۷۳
ف۷۳: پهٔ مخکښې آیتونو کښې دَ اِسْتَوٰی عَلَی الْعَرْش سره پهٔ فلکیاتو (نمر، سپوږمۍ وغېره) کښې دَ الله پاک دَ تصرّف بیان وهٔ ، ترمینځه بنیادمو ته څهٔ هدایات ورکړی شو۔ اوس دَ سفلیاتو اؤ دَ خلا دَ څیزونو متعلق تصرّف بیانیږی چې خلقو ته معلومه شی چې زمکه اؤ آسمانونو اؤ دَ دې ترمینځه ټولو څیزونو باندې حکومت دَ ربّ العالمین دے اؤ ټول دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دی۔ هواګانې چلؤل اؤ باران ورؤل ، بیا دَ زمکې نه قسم قسم ګلونه ، مېوې اؤ فصلونه پیدا کؤل۔ پهٔ هره زمکه کښې دَ هغې دَ استعداد مطابق مختلفې سبزیٔ راټوکؤل۔ دا ټول هم دَ الله پاک دَ کامل قدرت اؤ حکمت نښانې دی۔ دَ دې پهٔ ضمن کښې دَ مړیو دوباره ژوندی کېدل اؤ دَ قبرونو راپورته کؤل هم بیان شو۔ حضرت شاه عبدالقادر صاحب لیکلی دی یو خو دَ مړیو راپورته کېدل پهٔ قیامت کښې دی اؤ یو پهٔ دنیا کښې دی چې جاهلان اؤ غورځیدلی خلق (چې دَ جهالت پهٔ وجه پهٔ مړیو حساب وو) دَ نبی اکرمﷺ پهٔ برکت دَ علم خاوندان اؤ پهٔ دنیا کښې دَ بادشاهیٔ اؤ سرداریٔ مالکان شو۔ دغه دَ جهالت مړی پهٔ دنیا کښې دَ علمِ نبوت پهٔ برکت بیا ژوندی شو۔ اؤ چې کوم پکښې دَ ښهٔ استعداد خاوندان وو هغوی خو ډېر کمال ته ورسېدل۔ دَ کومو استعداد چې ښهٔ نهٔ وهٔ هغوی ته هم څهٔ فائده خو ورسېده۔ پهٔ دې ټوله رکوع کښې دا بیان وشو چې هر کله الله پاک پهٔ خپل رحمت اؤ شفقت دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې دَ سپوږمۍ اؤ ستوریو پهٔ ذریعه رڼا پیدا کوی اؤ خلقو ته لار ښیٔ اؤ بیا دَ نمر پهٔ برکت دغه تیارهٔ پهٔ رڼا بدلوی اؤ دَ خشک سالیٔ نه پس بارانونه وروی اؤ زمکه بیا آباده اؤ سرسبزه کوی اؤ دَ بنیادمو اؤ نورو زنده سرو مخلوقاتو دپاره دَ ژوند سامان پیدا کوی۔ نو دا څنګه ممکنه ده چې هغه مهربان رب به خپل مخلوق دَ ظلم اؤ جهالت دَ تیرو نه وېستو دپاره دَ هدایت روښانه نمر اؤ ستوری نهٔ پیدا کوی اؤ دَ بنیادم دَ روحانی ژوند اؤ دَ زړونو دَ سیراب کؤلو دپاره دَ رحمت باران نهٔ وروی۔ بېشکه پهٔ هره زمانه کښې دې ضرورت پوره کؤلو دپاره الله پاک وخت پهٔ وخت پېغمبران راستؤلی دی چې پهٔ دنیا کښې روښانی رڼا خوره کړی اؤ زړونه دَ رحمت پهٔ باران خړوب کړی۔ پهٔ مخکښې رکوع کښې هم دَ دغې پېغمبرانو دَ راستؤلو ذکر دے۔ اؤ څنګه چې پهٔ باران اؤ دَ زمکې پهٔ استعداد کښې اشاره ده چې مختلفې زمکې دَ باران نه دَ خپل استعداد مطابق فائده واخلی۔ هم دغه شان دَ پېغمبرانو پهٔ برکت چې دَ وحې دَ خیر و برکت کوم باران وریږی۔ دَ هغې نه فائده اخستل هم استعداد غواړی۔ څوک چې دَ دې رحمت نه پوره فائده نهٔ شی اخستے هغوی ته پهٔ خپل خراب استعداد ژړا پکار ده (دَ وحې پهٔ برکت کښې څهٔ کمے نشته زمکه خرابه ده)
باران کہ در لطافتِ طبعش خلاف نیست
در باغِ لالہ رویدد درشورہ بوم و خس
لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۝۵۹
بېشکه مونږ استؤلے وهٔ نوحؑ خپل قوم ته ، نو هغهٔ ووې اے قومه عبادت کویٔ دَ الله نشته ستاسو دپاره بل معبود بې دَ هغهٔ نه زهٔ ویرېږم پهٔ تاسو باندې دَ یوې لوئے ورځې دَ عذاب نه۔
قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۶۰
دَ هغهٔ دَ قوم سردارانو ووې مونږ وینو چې تهٔ څرګند پهٔ خطا ئ۔ ف۷۴
ف۷۴: دَ آدمؑ قصه دَ سورت پهٔ شروع کښې تېره شوے ده۔ د هغې نه پس نوح علیه السلام مشهور رسول دے چې دَ خلقو دَ هدایت دپاره پهٔ دنیا کښې راغلے وهٔ۔ اګرچې دَ خاص شریعت پهٔ اعتبار دَ هغهٔ نبوت صرف دَ خپل قوم دپاره وهٔ۔ بیا هم دَ دین دَ اصولو پهٔ لحاظ دَ ټولو نبیانو تعلیم مشترک دے۔ دا وئیلی شی چې ټول بنیادم دَ هر نبی مخاطب وو لکه دَ توحید اؤ دَ آخرت تصوّر دَ ټولو نبیانو پهٔ تعلیم کښې یو شان دے نو دَ داسې عقیدې تکذیب کؤل دا دَ ټولو نبیانو تکذیب کؤل دی۔ بهرحال نوحؑ دَ توحید دعوت ورکؤلو۔ وائی چې دَ آدم علیه السلام نه پس لس(۱۰) صدۍ دغسې تېرې شوې چې ټول بنیادم دَ توحید پهٔ عقیده مضبوط ولاړ وو۔ دَ حضرت ابنِ عباسؓ دَ روایت مطابق دَ بُت پرستیٔ شروع داسې وشوه ، چې ځنی نیک کسان مړهٔ شو چې دوی وُدٌّ ۔ سُوَاعٌ ۔ یَغُوْثٌ ۔ یَعُوْقٌ اؤ نَسْرٌ وو۔ کوم چې پهٔ سورتِ نوح کښې ذکر دی۔ نو خلقو دَ هغوی مجسمې جوړې کړې چې دې ته ګورو۔ نو دَ دغه نیکو کسانو ژوند به راته یادیږی اؤ مونږ به هم دَ هغوی پهٔ شان عبادت اؤ نیک کارونه کوؤ۔ څهٔ موده خو دغسې پهٔ دې عمل وشو۔ بیا ورو ورو دَ خلقو نه اصل خبره هېره شوه۔ اؤ هم دَ دغې بتانو عبادت ېٔ شروع کړو۔ اؤ دغه بتان دَ هغې نیکانو مشرانو پهٔ نوم مشهور شو۔ چې دَ بُت پرستیٔ وبا پهٔ دنیا کښې خوره شوه نو الله پاک نوح علیه السلام را واستؤلو۔ هغهٔ دَ طوفان نه مخکښې نهه نیم سوه (۹۵۰) کاله خلقو ته تبلیغ وکړو چې دَ دې بتانو عبادت پرېږدیٔ۔ دَ یو الله عبادت کویٔ اؤ تقویٰ اؤ پرهیزګاری اختیار کړیٔ۔ دَ الله دَ عذاب نه ېٔ ویرؤل خو پهٔ هغوی باندې دې نصیحت اؤ تبلیغ هېڅ اثر ونهٔ کړو۔ آخر ورباندې دَ الله پاک عذاب دَ طوفان پهٔ شکل کښې راغلو اؤ څنګه چې نوحؑ دُعا کړے وه رَبِّ لَاتَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْکَافِرِیْنَ دَیَّارًا۔ (اے زما ربه دَ زمکې پهٔ مخ دَ کافرو یو کور پاتې نهٔ کړې)
دَ زمکې پهٔ مخ یو کافر هم دَ عذاب نه بچ نهٔ شو۔ بستؔانی پهٔ دائرة المعارف کښې دَ دې طوفان دَ همه ګیریٔ متعلق پوره تفصیل دَ یورپی محققینو پهٔ حواله لیکلے دے۔
قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ ضَلٰلَةٌ وَّ لٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۶۱
هغهٔ ووې اے قومه زهٔ هېچرې پهٔ خطا نهٔ یم لېکن زهٔ راستؤلے یم دَ ټول جهان پروردګار۔
اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَ اَنْصَحُ لَكُمْ وَ اَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۶۲
چې رسوم تاسو ته دَ خپل رب پېغام اؤ تاسو ته نصیحت کوم اؤ خبر یم دَ الله دَ طرفه پهٔ داسې خبرو چې تاسو پرې نهٔ ییٔ خبر۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی زهٔ خو یوه ذره بې عقله نهٔ یم ، بې عقله تاسو ییٔ چې دَ الله رسول نه پېژنیٔ۔ څوک چې ستاسو خیرخواهی کوی اؤ ستاسو دَ فائدې دپاره تاسو ته دَ الله پاک احکام بیانوی اؤ دَ الله پاک دَ طرف نه درته هغه علوم رسوی دَ کومو نه چې تاسو بې خبره ییٔ۔
اَوَ عَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ وَ لِتَتَّقُوْا وَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ۝۶۳
آیا تاسو ته دا خبره عجیبه ښکاره شوه چې راغلو تاسو ته نصیحت ستاسو دَ رب له طرفه دَ یو داسې سړی پهٔ خُلهٔ چې هم ستاسو نه دے چې تاسو ویروی اؤ تاسو ځان وساتئ اؤ چې پهٔ تاسو رحم وشی۔ ف۷۶
ف۷۶: یعنی پهٔ دې کښې دَ خیرانتیا څهٔ خبره ده چې الله پاک هم دَ تاسو نه یو فرد ستاسو دَ هدایت دپاره خوښ کړی۔ اخر هغهٔ پهٔ خپل ټول مخلوق کښې دَ یو خاص لیاقت پهٔ وجه حضرت آدمؑ دَ خپل خلافت دپاره خوښ کړے وهٔ۔ نو کهٔ دغسې پهٔ ټولو بنیادمو کښې دَ خاص کامل استعداد اؤ لیاقت پهٔ وجه یو بنده دَ رسالت دَ منصب دپاره خوښ کړی چې هغه براه راست دَ الله پاک نه فیض حاصل کړی اؤ نور مخلوق دَ خپل انجام نه خبر کړی چې دَ ناکاره کارونو نه ځان بچ کړی اؤ دَ الله پاک دَ خاص فضل اؤ رحمت حقدار شی۔
فَكَذَّبُوْهُ فَاَنْجَیْنٰهُ وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَ اَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا عَمِیْنَ۠۝۶۴
بیا هغوی هغهٔ ته دروغژن ووې بیا مونږ هغه بچ کړو اؤ څوک چې هغهٔ سره وو پهٔ کشتۍ کښې اؤ هغه خلق مو غرق کړل چا چې دروغ ګڼل زمونږ آیتونه ، بېشکه هغه خلق وو ړاندهٔ۔ ف۷۷
ف۷۷: یعنی حق و باطل اؤ نفع نقصان ته ېٔ هېڅ فکر ونهٔ کړو اؤ پهٔ پټو سترګو دَ سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ لار روان شو، اؤ دَ بت پرستیٔ اؤ جهالت دَ کارونو نه منع نهٔ شو نو مونږ دَ نوحؑ سره پهٔ کشتۍ کښې سوارهٔ پهٔ شمار کسان دَ طوفان نه بچ کړل اؤ نور ټول کافران پهٔ طوفان کښې غرق شو۔ اوس دَ زمکې پهٔ مخ آباد بنیادم هم دَ هغه کسانو اولاد دے۔ بلکې صرف دَ نوحؑ دَ کورنۍ اولاد دے۔ (ځکه نوحؑ ته آدمِ ثانی وئیلی شی)
وَ اِلٰی عَادٍ اَخَاهُمْ هُوْدًا١ؕ قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ۝۶۵
اؤ قومِ عادؑ طرف ته مونږ واستوؤ دَ هغوی ورور هودؑ۔ هغهٔ ووې اے قومه عبادت کویٔ دَ الله ، نشته تاسو دپاره بل معبود بې دَ هغهٔ نه۔ نو آیا تاسو ویرېږیٔ نه۔ ف۷۸
ف۷۸: عاؔد دَ نوحؑ دَ ځوی اِرَؔم اولاد وهٔ، دوی پهٔ احقاف (یمن) کښې وسېدل۔ حضرت هودؑ هم دَ دې قوم یو فرد وهٔ۔ نو ځکه دَ هغوی قومی اؤ وطنی ورور وهٔ۔
قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ سَفَاهَةٍ وَّ اِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ۝۶۶
ووېٔ ورته سردارانو دَ هغهٔ پهٔ قوم کښې چې کافر وو ، مونږ ته خو تهٔ بې عقله ښکارې اؤ زمونږ خو دا خیال دے چې تهٔ دروغژن ئ۔ ف۷۹
ف۷۹: دا خلق بُت پرست وو۔ دَ روزیٔ ورکؤلو ، باران ورؤلو ، دَ صحت اؤ دغسې نورو کارونو دپاره ېٔ بیل بیل بُتان جوړ کړی وو ، دَ هغوی عبادت به ېٔ کؤلو ، اؤ مرادونه به ېٔ ترېنه غوښتل۔ هودؑ دوی دَ دې کارونو نه منع کؤل اؤ دَ الله پاک دَ عذاب نه ېٔ ویرؤل چې کهٔ بُت پرستی نهٔ پرېږدیٔ نو اخر انجام به مو خراب وی۔
قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ سَفَاهَةٌ وَّ لٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۶۷
هغهٔ ووې اے قومه زهٔ بې عقله نهٔ یم خو زهٔ راستؤلے شوے یم دَ پروردګارِ عالم دَ طرف نه۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی (معاذ الله) تهٔ بې عقله ئ چې دَ مشرانو طریقه پرېږدے اؤ دَ ټول قوم نه جُدا پهٔ یوه بله لار روانېږے۔ اؤ دروغژن هم ئ چې وائې ماته الله پاک دا حکم کړے دے اؤ مونږ هسې دَ عذابونو نه ویروے، (عذابونه چرته دی اؤ بل خدائې چرته دے(نعوذ بالله) خدایان خو دغه دی چې مونږ ېٔ عبادت کوؤ)
اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَ اَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ اَمِیْنٌ۝۶۸
رسوم تاسو ته دَ خپل رب پېغامونه ، اؤ زهٔ ستاسو خیرخواه یم دَ اعتبار قابل۔ ف۸۱
ف۸۱: یعنی زهٔ بې عقله نهٔ یم۔ البته کومه مرتبه دَ رسالت چې ماته راکړې شوے ده دَ هغې حق پوره کوم اؤ ستاسو دَ خیرخواهیٔ اؤ فائدې دپاره دَ الله پاک پېغام تاسو ته رسوم۔ بې عقله تاسو ییٔ چې پهٔ خپله نفع نقصان نهٔ پوهېږیٔ اؤ خپل قابل اعتبار خیرخواه ته بې عقله اؤ دروغژن واییٔ۔
اَوَ عَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ١ؕ وَ اذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْۢ بَعْدِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّ زَادَكُمْ فِی الْخَلْقِ بَصْۜطَةً١ۚ فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۝۶۹
آیا تاسو پهٔ دې خبره حیران شویٔ چې راغلو تاسو ته نصیحت ستاسو دَ رب له طرفه دَ داسې سړی پهٔ خُلهٔ چې هم ستاسو نه دے چې تاسو ویروی اؤ یاد کړیٔ چې تاسو ېٔ سرداران کړیٔ دَ نوحؑ دَ قوم نه وروستو ف۸۲ اؤ زیات ېٔ کړو ستاسو دَ بدن خوروالے، ف۸۳ نو یاد کړیٔ دَ الله احسانونه چې تاسو کامیاب شیٔ۔ ف۸۴
ف۸۲: یعنی دَ نوح علیه السلام دَ قوم نه پس ېٔ پهٔ دنیا کښې ستاسو حکومت جوړ کړو اؤ دَ هغوی پهٔ ځائې ېٔ پهٔ دې زمکه کښې تاسو آباد کړیٔ۔ دې احسان یادؤلو کښې مطلب دا دے چې فکر وکړیٔ دَ بُت پرستیٔ اؤ رسول خبره نهٔ منلو پهٔ وجه چې هغوی تباه شو ، چرته دغسې عذاب پهٔ تاسو رانهٔ شی۔
ف۸۳: دَ بدن دَ مضبوطیا اؤ طاقت پهٔ لحاظ دا قوم ډېر شهرت لری۔
ف۸۴: دَ دې احسانونو پهٔ وجه تاسو ته دَ الله پاک فرمانبردار اؤ شکرګذار کېدل پکار دی ، نهٔ چې دَ هغهٔ نه بغاوت اؤ نافرمانی وکړیٔ۔
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّٰهَ وَحْدَهٗ وَ نَذَرَ مَا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا١ۚ فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۝۷۰
هغوی ووې آیا تهٔ مونږ ته دې دپاره راغلے ئ چې مونږ دَ یو الله عبادت وکړو اؤ پرېږدو هغه خدایان چې زمونږ پلار نیکهٔ ېٔ عبادت کؤلو، نو راؤړه تهٔ مونږ ته پهٔ کوم څیز چې تهٔ مونږ ویروې کهٔ تهٔ رښتونے ئ۔ ف۸۵
ف۸۶: دَ کوم عذاب نه چې مونږ ویروې کهٔ تهٔ رښتونے ېٔ نو هغه راباندې راوله۔
قَالَ قَدْ وَ قَعَ عَلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَّ غَضَبٌ١ؕ اَتُجَادِلُوْنَنِیْ فِیْۤ اَسْمَآءٍ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَ اٰبَآؤُكُمْ مَّا نَزَّلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ١ؕ فَانْتَظِرُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ۝۷۱
هغهٔ ورته ووېٔ راغلے دے پهٔ تاسو باندې ستاسو دَ رب له طرفه عذاب اؤ غصه، ف۸۷ آیا تاسو زما سره جګړه کویٔ دَ داسې نومونو پهٔ حق کښې چې یٔښودی دی تاسو اؤ ستاسو پلار نیکهٔ ۔ نهٔ دے راستؤلے الله پهٔ هغې څهٔ دلیل۔ نو تاسو انتظار وکړیٔ زهٔ هم تاسو سره انتظار کؤم ۔ ف۸۸
ف۸۷: یعنی چې ستاسو سرکشی اؤ بې حیائی دې حد ته ورسېده نو پوهه شیٔ چې اوس دَ الله پاک غضب اؤ عذاب پهٔ تاسو راتلونکے دے۔ زیات وخت به پکښې نهٔ تیریږی۔
ف۸۸: بتانو ته به دوی وې چې دا بُت روزی رسان دے ، دا بارانونه وروی ، دا اولاد ورکوی وغېره وغېره۔ نو دا هسې نومونه وو چې دوی اؤ دَ دوی پلار نیکهٔ یادؤل۔ حقیقت پکښې هېڅ نهٔ وهٔ۔ دَ کاڼی پهٔ بتانو کښې دَ الله صفتونه اؤ طاقت چرته راتلې شی؟ نو دَ دغې تش دَ نوم معبودانو دپاره چې هېڅ عقلی اؤ نقلی دلیل ورباندې تاسو سره نشته ، بلکې عقلی اؤ نقلی دلائل ټول دَ دې خلاف دی۔ نو دَ دې دپاره تاسو ما سره پهٔ توحید کښې بحثونه اؤ جګړې کویٔ۔ چې ستاسو دَ جهالت اؤ بدبختیٔ دا حال دے نو انتظار کویٔ، الله پاک به خپله دَ دې جګړې فیصله وکړی۔ زهٔ هم انتظار کوم (اؤ ډېر ژر به دا جګړه فیصله شی)
فَاَنْجَیْنٰهُ وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَ قَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ مَا كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ۠۝۷۲
بیا مونږ بچ کړو هغه اؤ څوک چې هغهٔ سره وو پهٔ خپل رحم اؤ جرړې مو ووېستې دَ هغه چا چې دروغ ېٔ وې زمونږ آیتونو ته اؤ ایمان ېٔ نهٔ راوړو۔ ف۸۹
ف۸۹: پهٔ هغوی باندې ووهٔ (۷) شپې اؤ اتهٔ(۸) ورځې سخته طوفانی سیلۍ راغله چې ټول کافر ېٔ دَ دیوالونو اؤ زمکې سره پهٔ ټکرو ټکرو تباه اؤ برباد کړل۔ دا دَ عاؔد اولیٰ حال وهٔ اؤ دَ دې قوم بل شاخ ثموؔد چې عادِ ثانؔیه ورته وئیلی شی دَ هغه حال مخکښې آیتونو کښې راځی۔
وَ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا١ۘ قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ١ؕ هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَ لَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۷۳
اؤ قومِ ثمود طرف ته مو واستوؤ دَ هغوی ورور صالح ، هغهٔ ووېٔ اے قومه عبادت کویٔ دَ الله نشته ستاسو دپاره بل معبود ، بې دَ هغهٔ نه۔ تاسو ته رارسېدلے دے دلیل دَ خپل رب دَ طرف نه ، ف۹۰ دا اوښه ده دَ الله دَ طرفه تاسو دپاره علامه نو دا پرېږدیٔ چې خوری دَ الله پهٔ زمکه اؤ دې ته لاس مهٔ وروړیٔ پهٔ بدیٔ بیا به تاسو راګېر کړی دردناک عذاب۔ ف۹۱
ف۹۰: یعنی کوم دلیل (معجزه) چې تاسو غوښتو هغه را ورسېدو۔ دَ صالحؑ قوم دَ هغهٔ سره اقرار کړے وهٔ چې کهٔ دَ دې غټ ګټ نه حامله اوښه راوځی نو مونږ به پهٔ تا ایمان راوړو۔ الله پاک دَ صالحؑ پهٔ دُعا دَ هغې ګټ نه اوښه پیدا کړه۔ بیا ېٔ هغوی ته ووې ستاسو فرمائشی معجزه ښکاره شوه۔ اوس دَ اقرار پهٔ موجب ایمان راوړیٔ، اوس دَ څهٔ انتظار کویٔ؟
ف۹۱: یعنی دا اوښه دَ الله پاک دَ قدرت اؤ زما دَ صداقت یوه نخښه ده دَ دې دَ حق پوره پوره خیال ساتئ ۔ مثلًا دا به دَ الله پهٔ زمکه کښې ازاده ګرځی اؤ چې چرته ګیاه خوری، چرته اوبهٔ څښی څوک به ېٔ نهٔ منع کوی۔ یعنی دَ الله پاک دَ دې نخښې سره څهٔ بدی مهٔ کویٔ ګنی عذاب به درباندې راشی۔
وَ اذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْۢ بَعْدِ عَادٍ وَّ بَوَّاَكُمْ فِی الْاَرْضِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْ سُهُوْلِهَا قُصُوْرًا وَّ تَنْحِتُوْنَ الْجِبَالَ بُیُوْتًا١ۚ فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ وَ لَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ۝۷۴
اؤ یاد کړیٔ چې تاسو ېٔ سرداران کړیٔ دَ قومِ عاد نه پس اؤ استوګه ېٔ درکړه پهٔ زمکه کښې چې جوړویٔ تاسو دَ هغې پهٔ میدانونو کښې ځانته محلونه ، اؤ تراشیٔ پهٔ غرونو کښې کورونه۔ نو یاد کړیٔ دَ الله احسانونه اؤ مهٔ خورویٔ پهٔ زمکه کښې فساد۔ ف۹۲
ف۹۲: یعنی پهٔ احسان فراموشیٔ اؤ شرک اؤ کفر اؤ بدعملیٔ پهٔ زمکه کښې خرابی مهٔ خورویٔ۔
قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِمَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ اَتَعْلَمُوْنَ اَنَّ صٰلِحًا مُّرْسَلٌ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلَ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ۝۷۵
ووې دَ هغهٔ دَ قوم غټانو چې کبرژن وو هغه غریبو خلقو ته چا چې ایمان راؤړے وهٔ۔ آیا ستاسو پهٔ دې یقین دے چې صالحؑ واقعی راستؤلے دے دَ هغهٔ رب۔ هغوی ووې زمونږ خو هغه چې څهٔ راوړی پهٔ هغې یقین دے۔
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا بِالَّذِیْۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ۝۷۶
ووې هغه کسانو چې کبرژن وو۔ پهٔ کوم څیز چې تاسو ایمان راؤړیٔ مونږ خو دا نهٔ منو۔ ف۹۳
ف۹۳: پهٔ دغه قوم کښې چې کوم سرداران مالدار اؤ کبرژن وو هغوی به پهٔ غریبانانو مسلمانانو پورې خندا کؤله۔ چې آیا تاسو ته دا معلومه شوه چې صالحؑ دَ الله رسول دے پهٔ رښتیا اؤ ستاسو پهٔ دې یقین دے۔ هغوی به ورته وې (معلومېدل څهٔ دی معلومه خو تاسو ته هم ده) زمونږ خو ورباندې یقین اؤ ایمان دے۔ سردارانو به دَ دې رښتونے خبرې دا ځواب ورکړو چې کهٔ تاسو پرې ایمان راؤړے وی، وی به، مونږ خو ېٔ اوس هم نهٔ منو (کهٔ ستاسو غوندې غریبانان پرې ایمان راؤړی نو څهٔ توره به وکړی) مونږ خو پرې ایمان نهٔ راؤړو۔
فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَ عَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ وَ قَالُوْا یٰصٰلِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ۝۷۷
بیا هغوی هغه اوښه حلاله کړه اؤ سرکشی ېٔ وکړه دَ خپل رب دَ حکم نه ف۹۴ اؤ وېٔ وئیل اے صالحهؑ راؤړه مونږ ته هغه چې تا پرې ویرؤلو کهٔ تهٔ رسول ئ ف۹۵
ف۹۴: وائی چې هغه اوښه دومره غټه وه اؤ داسې مهیب شکل ېٔ وهٔ چې کوم ځنګل ته به لاړه نو دَ هغه ځائې نه به نور څاروی دَ ویرې وتښتېدل۔ اؤ پهٔ کوم تالاب چې به ېٔ اوبهٔ څښلے هغه تالاب به ېٔ ټول وچ کړو۔ یعنی څنګه چې دَ هغې پیدائش خلافِ عادت شوے وهٔ ، دغسې ېٔ استوګه اؤ نور کارونه هم خلاف عادت وو۔ خلق دَ اوښې دَ دې عمل نه تنګ شو (دا فکر ورسره شو چې زمونږ څاروی به ټول تباه شی ، دَ لوږې به مړهٔ شی نو مونږ به څهٔ کوؤ) آخر ټولو پهٔ اتفاق سره دغه اوښه قتل کړه اؤ دَ صالحؑ دَ مرګ نیت ېٔ هم وکړو۔ پهٔ دې طریقه ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ احکامو نه سرکشی اؤ نافرمانی وکړه اؤ دَ غضب حقدار شو۔
ف۹۵: داسې خبرې دَ بنیادم دَ خُلې نه هله وځی چې دَ الله خوف ېٔ دَ زړهٔ نه وځی۔ دَ عادِ اولیٰ پهٔ شان عادِ ثانی هم دَ الله پاک پهٔ غضب کښې ګرفتار اؤ تباه شو لکه چې مخکښې راځی۔
فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ۝۷۸
نو راګېر کړل هغوی زلزلې نو بیا سحر پهٔ خپلو کورونو کښې اپوټه پراتهٔ وو۔ ف۹۶
ف۹۶: پهٔ بل ځائې کښې پهٔ چغه هلاکت بیان شوے دے۔ شاید چې دَ زلزلې سره هیبت ناک آواز هم وهٔ۔
فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَ قَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّیْ وَ نَصَحْتُ لَكُمْ وَ لٰكِنْ لَّا تُحِبُّوْنَ النّٰصِحِیْنَ۝۷۹
بیا صالحؑ دَ هغوی نه راوګرځېدو اؤ وې وئیل اے زما قومه ما در ورسؤلو تاسو ته دَ خپل رب پېغام اؤ ستاسو خیرخواهی مې وکړه لېکن تاسو نهٔ خوښویٔ خیرخواه خلق۔ ف۹۷
ف۹۷: وائی چې حضرت صالحؑ دَ قوم دَ تباه کېدو نه پس مکّې معظّمې یا شام ته لاړو اؤ دَ تلو پهٔ وخت کښې ېٔ دَ قوم دَ مړیو ډیری ته دا خطاب وکړو۔ یا خو پهٔ دې طریقه څنګه چې حضور اکرمﷺ دَ جنګ بدر مقتولینو کافرو ته خطاب کړے وهٔ (چې الله پاک هغوی ته دَ حضورﷺ اواز اورؤلے وهٔ) یا ېٔ هسې دَ خپل ارمان وېستو دپاره فرضی خطاب کړے وهٔ۔ لکه څنګه چې شاعران ونو ، بوټو اؤ کنډرو ته خطاب کوی۔ ځنو عالمانو وئیلی دی چې دا خطاب دَ هغوی دَ مرګ نه وړومبے وهٔ۔ پهٔ دې معنیٰ بیا پهٔ کلام کښې دَ واقعاتو دَ ترتیب لحاظ نهٔ دے ساتلے شوے۔ بهرحال دَ دې خطاب مطلب نورو ته اورؤل دی چې دَ خیر خواه دَ نصیحت نهٔ منلو دا نتیجه وی۔
وَ لُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ۝۸۰
اؤ لوطؑ مو واستؤلو هغهٔ ووېٔ خپل قوم ته ، آیا تاسو کویٔ داسې بې حیائی ، چې ستاسو نه مخکښې هېچا پهٔ دنیا کښې نهٔ ده کړے۔ ف۹۸
ف۹۸: لوط علیه السلام دَ حضرت ابراهیمؑ ورارهٔ وهٔ چې دَ هغهٔ سره دَ عراق نه شام ته راغلے وهٔ اؤ دَ الله پاک دَ طرف نه سَدُوم اؤ دَ هغې خواؤشا علاقو ته پهٔ رسالت استؤلے شوے وهٔ چې دَ هغوی اصلاح وکړی۔ اؤ هغوی چې کوم ګنده اؤ دَ انسانی فطرت خلاف کارونه کوی هغې نه ېٔ منع کړی۔ داسې دَ بې حیاییٔ کارونه پهٔ دنیا کښې دَ دوی نه مخکښې بل چا نهٔ وو کړی۔ پهٔ دنیا کښې دَ ټولو نه اول دَ هلکانو سره دَ بد فعلیٔ طریقه شیطان دَ سدُوم خلقو ته وښیٔله بیا دَ دوی نه پهٔ نوره دنیا کښې خوره شوه۔ حضرت لوطؑ دا خلق دَ دې ناکاره کارونو نه منع کؤل۔ دَ موجوده بائبل جمع کؤنکیو دا حرکت انتهائی شرمناک دے چې کوم پاک اؤ معصوم پېغمبر چې الله پاک دَ دنیا نه دَ بې حیاییٔ کارونو لرې کؤلو دپاره راستؤلے وهٔ۔ دې ظالمانو هغه پاک پېغمبر ته دَ داسې ناروا حرکت نسبت کړے دے چې پهٔ بنده غونی ځیږ ځیږ شی۔ کَبُرَتْ کَلِمَۃٌ تَخْرُجُ مِنْ اَفْوَاہِہِمْ اِنْ یَّقُوْلُوْنَ اِلَّا کَذِبًا ۔
اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ١ؕ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ۝۸۱
تاسو پهٔ سړیو رازغلیٔ شهوت پوره کؤلو ته اؤ ښځې مو پرېښودې۔ بلکې تاسو خو دَ حد نه ډېر وتی ییٔ۔ ف۹۹
ف۹۹: یعنی داسې ناکاره ګناه اؤ خلافِ فطرت کارونه کؤل دَ دې دلیل دے چې تاسو دَ سړیتوب دَ حد نه بهر ته وتی ییٔ۔
وَ مَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ١ۚ اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ۝۸۲
اؤ بل څهٔ جواب ور نهٔ کړو دَ هغهٔ قوم ، بې دَ دې نه چې وېٔ وئیل وباسیٔ دوی دَ خپل ښار نه دا خلق وسېدل غواړی ډېر پاک۔
فَاَنْجَیْنٰهُ وَ اَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ١ۖ٘ كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ۝۸۳
بیا بچ کړو مونږ هغه اؤ دَ هغهٔ کورنۍ بې دَ هغهٔ دَ ښځې نه چې پاتې شوه دَ هغه ځائې وسېدونکیو سره ۔ ف۱۰۰
ف۱۰۰: یعنی آخری فیصله هغوی دا وکړه چې هر کله تاسو مونږ ته ګنده اؤ زمونږ دې کارونو ته ناکاره وائی اؤ ځان پاک ګڼیٔ نو دَ ګنده اؤ پاک ګوزاره نهٔ کیږی۔ مونږ خپل عادتونه پرېښوې نهٔ شو نو تاسو دَ دې ښار نه بل خوا لاړ شیٔ چې دا هره ورځ جګړې ختمې شی۔ نو الله پاک لوطؑ اؤ دَ هغهٔ ملګری پهٔ آرام اؤ عزّت سره دَ هغه کلی نه ووېستل اؤ هغوی ېٔ پهٔ عذاب تباه و برباد کړل۔ دَ لوط علیه السلام پهٔ کورنۍ کښې دَ هغهٔ ښځه وروستو پاتې شوه اؤ پهٔ عذاب کښې دَ نورو سره هلاکه شوه۔ ځکه چې هغه دَ کلی خلقو سره ملګرې وه۔ دَ لوط علیه السّلام کهٔ به چرته میلمانهٔ راغلل نو هغې به دَ کلی خلقو ته خبر ورکؤلو ، یا کهٔ څنګه چې ځنو خلقو لیکلی دی څنګه چې دَ هغه قوم پهٔ سړیو کښې دَ هلکانو سره دَ بدکاریٔ مرض وهٔ۔ دغسې دَ هغو ښځو به هم پهٔ خپلو کښې څهٔ دغسې چل کؤلو۔ دَ لوط علیه السّلام ښځه هم پهٔ دې مرض کښې دَ نورو ښځو سره ملګرې وه اؤ دَ لوط علیه السّلام پهٔ مقابله کښې ېٔ دَ کفارو اؤ دَ هغوی دَ بد اعمالو مرسه کؤله (یعنی مسلمانه شوے نهٔ وه) نو ځکه دَ هغوی سره تباه شوه۔
وَ اَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا١ؕ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ۠۝۸۴
اؤ مونږ ورباندې دَ (کاڼیو) باران وورؤلو، ف۱۰۱ بیا وګوره چې څهٔ انجام شو دَ ګناهګارو۔ ف۱۰۲
ف۱۰۱: پهٔ بل ځائې کښې ذکر دی چې دَ هغوی کلی پهٔ بل مخ واړؤلی شو اؤ دَ کاڼیو باران پرې وشو۔ دَ ځنو امامانو پهٔ مذهب نن هم دَ لوط عليه السّلام دَ قوم دَ فعل سزا دا ده چې دَ چرته وچت ځائې نه ورغړؤلے شی اؤ پهٔ کاڼیو وویشتلی شی اؤ پهٔ سخت بدبویه ګنده ځائې کښې قید کړې شی۔
ف۱۰۲: یعنی دا خلق دَ انجام فکر نهٔ کوی۔ دَ وقتی خوند اؤ مزې دپاره داسې کارونه کوی چې دَ عقل اؤ سړیتوب خلاف وی۔ عقلمند ته پکار دی چې دَ دې واقعاتو نه عبرت واخلی اؤ دَ خپل انجام فکر وکړی۔
وَ اِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا١ؕ قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَوْفُوا الْكَیْلَ وَ الْمِیْزَانَ وَ لَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَ لَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا١ؕ ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَۚ۝۸۵
اؤ مدین ته مو واستؤلو دَ هغوی ورور شعیبؑ۔ ف۱۰۳ هغهٔ ووې اے زما قومه عبادت کویٔ دَ الله نشته ستاسو دپاره بل معبود بې دَ هغهٔ نه۔ راورسېدو تاسو ته دلیل دَ خپل رب له طرفه ف۱۰۴ نو پوره کویٔ پېمانه اؤ تول اؤ کم مهٔ ورکویٔ خلقو ته دَ هغوی څیزونه اؤ ورانے مهٔ کویٔ پهٔ ملک کښې دَ هغې دَ اصلاح نه پس، دا خبره بهتره ده ستاسو دپاره کهٔ تاسو ایماندار ییٔ۔ ف۱۰۵
ف۱۰۳: پهٔ قرآن شریف کښې بل ځائې راغلی دی چې شعیب علیه السّلام ”اصحابِ ایکه“ ته راستؤلے شوے وهٔ۔ کهٔ اصحابِ مدین اؤ اصحابِ ایکه هم دَ یو قوم دوه نومونه وی نو بیا خو هډو څهٔ خبره پاتې نهٔ شوه اؤ کهٔ جُدا جُدا وی نو هم کېدے شی چې دې دواړو قومونو کښې دَ کم تول رواج شوے وهٔ نو دَ دواړو دَ هدایت دپاره شعیبؑ را واستؤلے شو۔ بهرحال دَ شعیبؑ کار دا وهٔ چې دَ توحید دَ تبلیغ نه علاوه دَ معاشرې دَ اصلاح اؤ دَ بندګانو دَ حقونو ادا کؤلو طرف ته هم خلق راواؤړی څنګه چې مخکښې آیتونو کښې راځی۔ شعیبؑ ډېر فصیح اؤ بلیغ مقرر وهٔ ، ځکه چې پهٔ خطیب الانبیاء مشهور دے۔
ف۱۰۴: یعنی زما دَ صداقت دلیل ښکاره شو اوس زما نصیحت ضرور ومنیٔ اؤ دَ کوم عذاب نه چې تاسو خبروم دَ هغې نه ویرېږیٔ اؤ دَ خپل انجام فکر وکړیٔ۔
ف۱۰۵: دَ بندګانو دَ حقونو خیال ساتل اؤ خپلو کښې معامله صفا ساتل دَ کومو چې نن سبا ډېر پرهېزګار هم فکر نهٔ کوی۔ دومره ضروری کار دے چې الله پاک یو لوئے پېغمبر صرف دَ دې کار دَ تبلیغ دپاره راستؤلے دے چې دَ هغهٔ پهٔ مخالفت یو لوئے قوم تباه شو۔ پهٔ دې آیتونو کښې دَ شعیبؑ پهٔ خُلهٔ دا ښیٔلی شوی دی چې خلقو ته معمولی نقصان رسؤل اؤ پهٔ ملک کښې دَ اصلاح نه پس فساد پیدا کؤل دَ کفر اؤ شرک پهٔ وجه وی اؤ کهٔ دَ ناحق مرګونو اؤ کهٔ دَ غلا ډاکو یا نورو کارونو پهٔ وجه وی دَ ایماندارو کار نهٔ دے۔
وَ لَا تَقْعُدُوْا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوْعِدُوْنَ وَ تَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِهٖ وَ تَبْغُوْنَهَا عِوَجًا١ۚ وَ اذْكُرُوْۤا اِذْ كُنْتُمْ قَلِیْلًا فَكَثَّرَكُمْ١۪ وَ انْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ۝۸۶
اؤ مهٔ کښېنیٔ پهٔ لارو کښې چې ویرویٔ اؤ منع کویٔ دَ الله دَ لارې نه هغه خلق چا چې ایمان راؤړے پهٔ الله اؤ لټویٔ پهٔ کښې عیبونه، ف۱۰۶ اؤ یاده کړیٔ دا خبره چې تاسو لږ ویٔ۔ بیا الله ډېر کړیٔ اؤ وګوریٔ چې څهٔ انجام شو دَ فساد کؤنکیو۔ ف۱۰۷
ف۱۰۶: پهٔ لارو کښې دوؤ غرضو دپاره کښېناستل، یو خو ېٔ دَ مسافرو نه پهٔ زور زیاتی مالونه قبضه کؤل۔ اؤ بل ېٔ خلق شعیبؑ سره تلو نه اؤ ایمان راؤړو نه منع کؤل اؤ دَ الله مذهب کښې به ېٔ عیبونه لټول اؤ اعتراضونه به ېٔ پرې کؤل۔
ف۱۰۷: یعنی تاسو پهٔ شمېر اؤ مال دولت کښې کم ویٔ نو الله پاک ستاسو شمېره هم زیاته کړه اؤ مال ېٔ هم درکړو۔ نو اوس دَ الله پاک دَ دې احسانونو شکریه ادا کړیٔ۔ پهٔ دې طریقه چې دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ مخلوق دَ حقونو خیال وساتیٔ ، خپل عمل سم کړیٔ پهٔ وطن کښې شر فساد مهٔ پیدا کویٔ اؤ دَ الله بندګانو ته نقصان مهٔ رسویٔ اؤ دَ الله دَ ګرفت نه ویرېږیٔ۔
وَ اِنْ كَانَ طَآىِٕفَةٌ مِّنْكُمْ اٰمَنُوْا بِالَّذِیْۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَ طَآىِٕفَةٌ لَّمْ یُؤْمِنُوْا فَاصْبِرُوْا حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ بَیْنَنَا١ۚ وَ هُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ۝۸۷
اؤ کهٔ پهٔ تاسو کښې یوې ډلې ایمان راؤړو پهٔ هغه حکمونو چې زما پهٔ لاس راستؤلی شوی وو ، اؤ بلې ډلې ایمان رانهٔ وړو نو صبر وکړیٔ تر دې چې الله فیصله وکړی زمونږ ترمینځه ، اؤ هغه دَ ټولو نه ښهٔ فیصله کؤنکے دے۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: یعنی زهٔ چې تاسو ته کوم نصیحت کؤم کهٔ دَ دې قبلؤلو ته تیار نهٔ ییٔ نو بیا لږ صبر وکړیٔ چې دَ آسمان نه زما اؤ ستاسو ترمینځه فیصله وشی۔