پارہ 14

رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ۝۲
یو وخت به تمنا وکړی هغه کسان چې منکر دی چې څنګه به ښهٔ وې که مسلمانان شوی وې۔ ف۳
ف۳: یعنی نن خو کافران دَ قرآن غوندې لوئی نعمت قدر نهٔ کوی خو یو وخت به داسې راشی چې دوی به پهٔ خپله بدنصیبیٔ افسوس کوی اؤ دَ ارمان لاس به مروړی چې افسوس ارمان کهٔ ایمان مو راؤړے وې ۔ دا وخت به کله وی۔ ابن الانبیاریؒ دا قول عام ساتلے دے۔ یعنی دنیا اؤ آخرت کښې کومه موقع چې دَ مسلمانانو دَ کامیابیٔ اؤ دَ کافرو دَ تاوان راشی پهٔ هره موقع به کافران دا ارمان کوی اؤ دې نعمت نه محروم کېدو باندے به افسوس کوی ۔ پهٔ دې سلسله کښې وړومبیٔ موقع دَ بدر دَ غزا وه کله چې مشرکانو دَ مسلمانانو طاقت ولیدو چې دَ الله پهٔ امداد کمزوری مهاجر مسلمانان اؤ دَ اوس و خزرج معمولی کاشتکاران دَ قریشو پهٔ درنه قبیله اؤ غټو غټو سردارانو غالب شو۔ هم دغه شان دَ مسلمانانو دَ ګټې پهٔ هره موقع به کافرو ته ارمان ورتلو کهٔ مونږ هم ورسره وې ۔ خو دَ افسوس غټه موقع به هغه وی چې فرښتې ترېنه روح وباسی اؤ دَ عالمِ غیب حقیقتونه (جنّت اؤ دوزخ) پهٔ خپلو سترګو ووینی هغه وخت به پهٔ ځان چکونه لګوی اؤ ارمان به کوی کهٔ اسلام مو راؤړے وې نو دا نعمتونه به مو نصیب شوی وو اؤ دَ دې عذاب نه به خلاص وو۔ دَ دې نه به زیات افسوسناکه تماشه هغه وی څنګه چې دَ طبرانی پهٔ حدیث کښې دی چې حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی زما دَ اُمّت ځنی ګنهګار کسان به څهٔ موده پهٔ دوزخ کښې وی، څومره چې الله ته منظوره وی۔ نو کافر به ورپورې خندا کوی چې تاسو ته ایمان څهٔ خیر درکړو تاسو خو هم زمونږ سره دوزخ کښې پراتهٔ ییٔ۔ بیا به الله تعالیٰ ټول مؤمنان دَ دوزخ نه وباسی جنّت ته به لاړ شی۔ یو مسلمان به هم دوزخ کښې پاتې نهٔ شی نو پهٔ دغه وخت به کافران ډېر ارمان وکړی۔ پهٔ دې موقع نبی کریمﷺ دا آیت تلاوت کړو۔
ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَ یَتَمَتَّعُوْا وَ یُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ۝۳
دوی پرېږده چې وخوری اؤ استعمال کړی اؤ پهٔ طمع کښې پراتهٔ وی ۔ ډېر ژر به ورته پته ولګی۔ ف۴
ف۴: یعنی چې پهٔ دوی ستا نصیحت اثر نهٔ کوی نو تهٔ ېٔ هم ډېر غم مهٔ کوه پرې ېٔ ږده چې څو ورځې دَ ځناورو غوندې خوراک وکړی اؤ دَ دنیا دا څو ورځې ژوند پهٔ عیش کښې تېر کړی ۔ ژر به داسې وخت راشی چې ټول حقیقت به ورته معلوم شی۔ نو څهٔ حقیقت خو ورته پهٔ دنیا کښې هم دَ غازیانو دَ لاسه معلوم شو۔ اؤ پوره حال به ورته دَ مرګ نه پس معلوم شی۔
وَ مَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَ لَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ۝۴
اؤ مونږ نهٔ دے تباه کړے یو کلے هم مګر دَ هغې دپاره یو مقرر وخت لیکلے وهٔ ۔ ف۵
ف۵: یعنی څومره کلی اؤ قومونه چې مخکښې تباه شوی دی دَ دې ټولو دپاره دَ الله تعالیٰ پهٔ علم کښې یوه نېټه مقرر وه چې پهٔ هغې کښې هېڅ غلطی یا وړاندې وروستو والې ممکن نهٔ وهٔ ۔ کله چې هغه مقرر وخت راغلو یکدم ټول تباه شو۔ نو دا کافران دې هم دَ عذاب پهٔ وروستو کېدو غاوره کیږی نه ۔ کله چې ېٔ مقرره نېټه راغله نو بیا بچ کېدے نهٔ شی ۔ پهٔ ایسارتیا کښې ېٔ هم دَ الله تعالیٰ حکمتونه دی۔ لکه پهٔ دوی کښې دَ ځنو کسانو ایمان راؤړل یا دَ دوی پهٔ اولاد کښې ځنی کسان مسلمانېدل پهٔ تقدیر کښې لیکلی دی چې دا پوره شی نو بیا پهٔ عذاب کښې څهٔ ایسارتیا نشته۔
مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَ مَا یَسْتَاْخِرُوْنَ۝۵
نهٔ وړاندې کیږی یوه ډله دَ خپل مقرر وخت نه اؤ نهٔ وروستو کیږی۔ ف۶
ف۶: یعنی دا حکم صرف دې تباه شویو قومونو دپاره نهٔ دے بلکې دَ هر قوم دَ ختو اؤ پرېوتو دپاره یا دَ مرګ اؤ ژوند دپاره چې کوم وخت مقرر دے پهٔ هغې کښې یو پوټے فرق نهٔ شی راتلې۔
وَ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌؕ۝۶
اؤ دوی وائی اے هغه سړیه چې پهٔ تا نازل شوے دے قرآن۔ تهٔ خو بېشکه چې لیونے ئ۔ ف۷
ف۷: مشرکانو به نبی کریمﷺ ته وې چې ستا دا دعویٰ ده چې زهٔ به پهٔ ټولو غالب کېږم اؤ پهٔ ما باندې دَ الله کلام نازلیږی۔ ځان ته ډېر هوښیار اؤ پوهه وائې اؤ نوره ټوله دنیا پهٔ غلطه ګڼې۔ دا خبرې دَ عقل نهٔ دی (نعوذ بالله) تهٔ لیونے شوے ئ ځکه داسې خبرې کوے اؤ دا تهٔ چې ورته دَ الله کلام وائے دا دَ لیونو خبرې دی۔
لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۝۷
تهٔ ولې نهٔ راولې مونږ ته فرښتې کهٔ تهٔ ئ رښتونے ۔ ف۸
ف۸: مشرکانو به وې کهٔ تهٔ پهٔ رښتیا داسې الله ته نژدے ئ اؤ پهٔ ټول قوم کښې هغهٔ دَ پېغمبریٔ دپاره تهٔ خوښ کړے ئ نو تا سره ېٔ دَ امداد دپاره دَ فرښتو یو فوځ ولې نهٔ راستؤلو؟ چې چا ستا خبره نهٔ منلې پهٔ هغه ساعت ېٔ سزا ورکؤلے اؤ خلق ېٔ ستا پهٔ خبره منلو مجبور کړے وې۔
مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَ مَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ۝۸
مونږ نه راستوؤ فرښتې مګر کله چې کار پوره شی ، اؤ هغه وخت به نهٔ شی ورکؤلے دوی ته مهلت۔ ف۹
ف۹: یعنی دَ یقین کونکیو دپاره اوس هم دَ پېغمبرﷺ دَ صداقت ډېرې نښانې دی اؤ څوک چې نهٔ منی کهٔ فرښتې ورسره راغلے وې هم به ېٔ نهٔ منلو نو بیا ېٔ څهٔ خیر وهٔ ۔ الله تعالیٰ فرښتې زمکې ته دَ خاص غرض دپاره راستوی دا دَ ټوقو خبره نهٔ ده ۔ کله چې یو قوم سرکشیٔ کښې دَ اندازې نه واؤړی اؤ پهٔ هېڅ شان نصیحت نهٔ منی نو الله تعالیٰ دَ هغهٔ دَ تباهیٔ دپاره فرښتې را استوی اؤ چې فرښتې راشی نو بیا نور مهلت نهٔ ورکوی، سمدستی ېٔ تباه کوی۔ اؤ ستاسو تباهی لا الله ته منظوره نهٔ ده ځکه فرښتې نهٔ راکوزوی۔
اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَ اِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ۝۹
مونږ پهٔ خپله نازل کړے دا نصیحت اؤ مونږ خپله دَ دې محافظ یو ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی ستاسو دا خنداګانې اؤ دښمنی اؤ دَ قرآن راوړونکی ته لیونے وئیل پهٔ قرآن یا دَ هغې پهٔ راؤړونکی هېڅ اثر نهٔ شی کؤلے۔ یاد لریٔ قرآن زما کلام دے، ما نازل کړے دے اؤ زهٔ ېٔ حفاظت کوم ۔ څنګه چې ما نازل کړے دے۔ بې دَ یو حرف یا زور زیر دَ فرق نه به دغه شان پهٔ څلور کنجه دنیا کښې خوریږی اؤ تر قیامته به دَ لفظی اؤ معنوی هر قسم تبدیلیو نه محفوظ وی۔ زمانه هر څومره چې بدله شی دَ قرآن پهٔ اصولو اؤ احکامو کښې به څهٔ فرق نهٔ راځی۔ قومونه اؤ بادشاهیٔ به دَ قرآن خلاف وی اؤ دَ دې دَ ختمؤلو څهٔ نقصان راوستو کوشش به کوی۔ لېکن دَ یو ټکی فرق به پکښې نهٔ شی راوستے ۔ دَ الله دَ طرف نه دَ قرآن دَ حفاظت دا وعده داسې څرګنده اؤ کامله ده چې دَ اسلام غټ غټ مخالفین اؤ منکرین هم دَ قرآن دَ محفوظ کېدو قائل دی ۔ مشهور مغربی عالم ”میور“ لیکی چې پهٔ دنیا کښې یو کتاب هم داسې نشته چې دَ قرآن پهٔ شان محفوظ راغلے وی اؤ دَ هر قسم تحریف (کمی زیاتی) نه پاک وی ۔ نورو ډېرو یورپی عالمانو لیکلی دی چې مونږ قرآن هم دغه شان دَ محمّدﷺ دَ خلې کلام منو څنګه چې ېٔ مسلمانان دَ الله کلام منی۔ (یعنی څنګه چې محمّدﷺ خپلو اصحابوؓ ته ښیٔلے دے هم هغه شان پهٔ هغه الفاظو کښې تر اوسه محفوظ راغلے دے څهٔ تبدیلی پکښې نهٔ ده شوے)
دا شمار به یو الله ته معلوم وی چې تر اوسه څومره زرګونو عالمانو دَ قرآن دَ معنٰی حفاظت کړے دے اؤ څومره پهٔ زرګونو کاتبانو ېٔ پهٔ لیک اؤ څومره زرګونو قاریانو ېٔ پهٔ طرزِ ادا اؤ څومره زرګونو حافظانو ېٔ دَ یو یو ټکی دَ زور ، زیر ، پېښ حفاظت کړے دے ۔ تر دې چې دَ قرآن یو یو حرف اؤ یو یو ټکې شمارلے شوے دے۔ دَ نبی کریمﷺ دَ زمانې نه تر اوسه پهٔ هره زمانه کښې پهٔ زرګونو لکونو مسلمانانو قرآن پهٔ خپلو سینو کښې محفوظ کړے دے۔ دَ لسو لسو ، اتو اتو کالو ماشومان چې دَ سکول یو وړوکے کتاب نهٔ شی یادؤلے، قرآن ېٔ داسې یاد وی چې دَ ژبې پهٔ سر ېٔ پروت وی۔ کهٔ چرته دَ چا نه پکښې څهٔ زور زیر خطا شی نو دا وړوکے حافظ ېٔ یکدم وټوکی ، اؤ غلطی ورته سمه کړی۔ دا هم دَ قرآن یو معجزه ده چې دومره غټ کتاب اؤ داسې ګرانه ژبه واړهٔ ماشومان هم داسې صحیح یاد ساتلے شی اؤ دغسې اعجاز ته پهٔ ”اِنَّا لَهٗ لَحَافِطُوْنَ“ کښې اشاره شوے ده۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ۝۱۰
اؤ مونږ راستؤلی دی رسولان ستا نه مخکښې پهٔ مخکښینیو قومونو کښې۔
وَ مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۝۱۱
اؤ نهٔ راځی دې خلقو ته یو رسول هم مګر کړی دی دوی پهٔ هغهٔ پورې مسخرې ف۱۱
ف۱۱: پهٔ دې آیت کښې نبی کریمﷺ ته تسلّی ورکړې شوے ده چې تهٔ دَ دوی پهٔ خبرو خفګان مهٔ کوه دا څهٔ نوې کار نهٔ دے۔ پخوا راسې کله چې پېغمبران کوم قوم ته راغلی دی هغوی ورته دغه شان خبرې کړے دی۔ فرعون هم دَ موسٰیؑ پهٔ حق کښې وئیلی وو۔ اِنَّ رَسُوْلَکُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْکُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۔ (سوره شعراء ، رکوع ۲)
اؤ هم دغه دَ فرښتو دَ فوځ مطالبه ېٔ کړے وه کومه چې قریش دَ تا نه کوی۔ ”فَلَوْ لَآ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَھَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓئِکَةُ مُقْتَرِنِیْنَ۝“ (سوره زخرف، رکوع ۵)
كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَۙ۝۱۲
دغه شان مونږ کښېنوؤ (دا مسخرې) دَ ګناهګارو پهٔ زړونو کښې۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی کوم خلق چې دَ ګناهونو نه نهٔ منع کیږی دَ مسخرو اؤ دروغو ګڼلو عادت دَ هغوی پهٔ زړونو کښې داسې پوخ شی چې دَ وحې خبره پرې اثر نهٔ کوی۔
لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَ قَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ۝۱۳
یقین به نهٔ کوی پهٔ دې (نصیحت) اؤ هم دغه شان جاری ده دا طریقه دَ مخکښینیو راسې، ف۱۳
ف۱۳: یعنی کافران همېشه راسې هم دغه شان دَ رسولانو تکذیب اؤ دَ حق انکار کوی لېکن دَ الله تعالیٰ عادت دا راغلے دے چې آخر منکران تباه شی اؤ رسولان کامیاب شی۔
وَ لَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَۙ۝۱۴
اؤ کهٔ مونږ پرانیزو دوی ته دَ آسمان دروازه چې ټوله ورځ پکښې خیژی۔
لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ۠۝۱۵
نو هم دوی به وائی پهٔ مونږ خو نظر بندی شوے یو بلکې پهٔ مونږ خلقو خو جادو شوے دے۔ ف۱۴
ف۱۴: یعنی دَ فرښتو راکوزېدل خو څهٔ دومره ناشنا کار نهٔ دے۔ کهٔ مونږ دوی ته دَ آسمان دروازې پرانستے اؤ خپله دوی بره خیژی کوزیږی اؤ ټوله ورځ پهٔ دې کار لګیا وی هم به دا جاهلان یقین ونهٔ کړی اؤ وائی به چې دا خو پهٔ مونږ نظر بندی یا جادو شوے دے۔ (هسې مونږ ته داسې ښکاری چې آسمان ته خیژو ، حقیقت داسې نهٔ دے) شاید چې پهٔ شروع شروع کښې ورته نظر بندی ووائی اؤ آخر کښې ورته بیا غټ جادو ووائی۔
وَ لَقَدْ جَعَلْنَا فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّ زَیَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِیْنَۙ۝۱۶
اؤ مونږ جوړ کړی دی پهٔ آسمان کښې برجونه ، ف۱۵ اؤ ښائسته مو کړل دَ کتونکیو پهٔ نظر کښې۔ ف۱۶
ف۱۵: دَ برجونو نه مراد غټ ستوری (سیارې) دی اؤ ځنو عالمانو ترېنه دَ نمر اؤ سپوږمۍ منزلونه مراد اخستی دی اؤ چا وئیلی دی چې برجونه پهٔ آسمان کښې قلعه ګانې دی چې فرښتې ورباندې څوکیدارې دی۔
ف۱۶: یعنی آسمان مو پهٔ ستوریو ښائسته کړو۔ دَ شپې چې آسمان شین وی نو بې شماره ځلانده ستوری پکښې ډېر خوند کوی اؤ غور و فکر کؤنکیو دپاره پکښې دَ الله تعالیٰ دَ کامل حکمت اؤ عظیم صفت ډېرې نښانې دی چې دَ الله پهٔ یو والی دلالت کوی۔ مطلب دا چې دَ فرښتو دَ راکوزېدو څهٔ حاجت نشته۔ کهٔ څوک غور و فکر وکړی اؤ ځان پوهه کؤل غواړی نو پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې دَ الله دَ کامل قدرت ، عظمت اؤ توحید بې شماره نښانې دی چې دَ توحید سبق ترې اخستے شی۔ دَ دې پهٔ دې نښانو کوم غور وکړو چې دَ فرښتو راکوزېدل پاتی شو؟
وَ حَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍۙ۝۱۷
اؤ محفوظ کړی مو دی دَ هر شیطان مردود نه۔
اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِیْنٌ۝۱۸
مګر چا کهٔ پهٔ پټه څهٔ واؤرېدل ، نو ورپسې شوه روښانه شعله ۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی پهٔ آسمان کښې دَ شیطانانو څهٔ دخل نهٔ چلیږی ، بلکې دَ نبی آخرالزمانﷺ دَ راتلو نه پس خو شیطانان آسمان ته ختے هم نهٔ شی ۔ شیطانان کوشش کوی چې آسمان ته وخیژی اؤ پهٔ عالمِ ملکوت کښې دَ فرښتو نه دَ غیبو څهٔ خبرې واؤری اؤ خپلو شاګردانو ته ېٔ ورسوی۔ خو دَ آسمان پهٔ دروازو دَ فرښتو څوکۍ دی۔ چې کله شیطان آسمان ته نژدے دَ ورتلو کوشش کوی نو فرښتې ېٔ دَ اور پهٔ سکروټو ولی (چې شهاب ثاقب) ورته وئیلی شی۔ دَ قرآن اؤ حدیث دَ څرګندو تصریحاتو نه معلومیږی چې دَ تکوینی کارونو متعلق چې پهٔ آسمان کښې دَ څهٔ فیصلې اعلان کیږی اؤ الله تعالیٰ فرښتو ته دَ څهٔ کار حکم ورکوی نو هغه حکم درجه پهٔ درجه پهٔ یو خاص کیفیت سره متعلقه فرښتو ته رارسی ۔ تر دې چې دَ دنیا آسمان ته راورسی اؤ دَ بخاری شریف دَ یو روایت مطابق فرښتې پهٔ وریځو کښې دَ دغې احکامو متعلق خبرې کوی۔ نو شیطان دا کوشش کوی چې څهٔ خبرې واؤری (لکه څنګه چې نن سبا یو پیغام دَ وائرلیس پهٔ ذریعه چرته استؤلے شی۔ نو ځنی خلق دغه پیغام پهٔ لار کښې دَ اورېدو څهٔ تدبیرونه کوی) چې ناڅاپه ېٔ فرښتې دَ شهاب ثاقب پهٔ بم وؤلی اؤ دغه پهٔ غلا اورېدونکی پرې تباه کړی۔ پهٔ دې هله ګوله کښې کهٔ چرته څهٔ نیم ، نیمګورې خبره دَ شیطان تر غوږو ورسی نو هغه ېٔ ډېر پهٔ تلوار نورو ملګریو شیطانانو ته ووائی اؤ هغوی ېٔ پهٔ بنیادمو کښې خپلو شاګردانو (کاهنانو ، نجومیانو) ته ورسوی اؤ دغه شان شاګردان ېٔ دَ دې نیمګړې خبرې سره ډېر څهٔ دَ ځان نه ملګری کړی اؤ خلقو ته بیا دَ غیبو دَ حال وئیلو دعوې کوی۔ نو پهٔ هغې خبرو کښې چې هغه یوه نیمه رښتیا وخیژی۔ دَ دې کاهنانو مریدان دَ هغې شهرت کوی اؤ هغه بې شماره چې دروغ وخیژی دَ هغو نه سترګې پټې کړی۔ قرآن اؤ حدیث خلق پهٔ دې خبر کړل۔ چې دا یوه نیمه خبره چې کومه رښتیا خیژی دَ دې اصل سرچشمه هم هغه دَ فرښتو دنیا ده (عالم ملکوت) دَ پېریانو اؤ بنیادمو دَ شیطانانو سره دَ دروغو دَ پنډ نه علاوه نور هېڅ هم نشته۔ بل دا چې دَ آسمان انتظام دومره کامل اؤ پوخ دے چې شیطانان پکښې څهٔ ګړبړ نهٔ شی کؤلے۔ اؤ کهٔ څهٔ کوی هغې کښې هم ځان تباه و برباد کړی۔ بیا هم پوره خبره وانهٔ وری اؤ دا څهٔ نیم ، نیمګوری چې واؤری، دَ دې دَ بندېز الله پاک اراده نهٔ وه کړے۔ کهٔ هغهٔ غوښتې نو یو ټکې ېٔ هم نهٔ شو اورېدے ۔ پهٔ دې کښې به هم دَ الله تعالیٰ څهٔ حکمت وی۔ آخر شیطان ته (سره دَ دې علم چې مخلوق به ګمراه کوی) تر قیامته پورې مهلت ورکؤلو اؤ دَ ګمراه کؤلو اسباب اؤ ذرائع مهیا کؤلو کښې به خامخا څهٔ حکمت وی۔ دغه حکمت پهٔ دې لږو خبرو اورېدو کښې هم منلې شی۔
تنبیه: شیطانان همېشه پهٔ شهاب ثاقب سوزی اؤ تباه کیږی خو بیا هم خپل کوششونه جاری ساتی۔ لکه څنګه چې دَ بنیادمو ټولی دَ وچتو وچتو برفانی غرونو (کوهِ همالیه دَ څوکو) اؤ دغه شان دَ قطب جنوبی دَ برفانی علاقې دَ حالاتو معلومؤلو دپاره کوششونه کوی اؤ ډېر پکښې مړهٔ شی۔ سره دَ دې هم نور خلق دې کار ته ملا وتړی ، اؤ کار پرېږدی نه (دغه شیطانان هم دغه شغل نهٔ پرېږدی کهٔ هر څومره پرې تباه کیږی) یاد لریٔ چې قرآن دا دعویٰ نهٔ ده کړے چې شهابِ ثاقب دَ شیطانانو تباه کؤلو دپاره پیدا کیږی بل څهٔ کار ېٔ نشته۔ ډېره ممکنه ده چې دَ دې کار نه علاوه پکښې نورې هم ډېرې فائدې وی۔ والله اعلم۔
وَ الْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَ اَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ۝۱۹
اؤ مونږ غوړؤلے ده زمکه اؤ دپاسه مو پرې یٔښی دی درانهٔ درانهٔ غرونه اؤ راټوکؤلے مو دے پکښې هر شے پهٔ اندازه اندازه ۔
وَ جَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ وَ مَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرٰزِقِیْنَ۝۲۰
اؤ پیدا کړے مو دے ستاسو دپاره پهٔ دې کښې دَ ژوند سامان اؤ هغه مخلوق چې تاسو ورته روزی نهٔ ورکویٔ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی هغه ژوندی څیزونه څاروی وغېره چې مونږ ترې فائده واخلو اؤ دَ رزق فکر ېٔ پهٔ مونږ نشته ۔ روزی الله تعالیٰ ور رسوی۔
وَ اِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىِٕنُهٗ١٘ وَ مَا نُنَزِّلُهٗۤ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ۝۲۱
اؤ مونږ سره خو دَ هر څیز خزانې دی اؤ راکوزوؤ ترې پهٔ یوه مقرره اندازه ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی کوم څیز چې پهٔ څومره اندازه غواړی پیدا کوی نهٔ ورته څهٔ تکلیف شته اؤ نهٔ ستومانی۔ خو چې اراده وکړی هغه څیز پیدا شی ۔ نو دَ هر څیز خزانه دَ هغهٔ لامحدود قدرت دے چې دَ هغې نه هر شے پهٔ خپله مقرره اندازه پهٔ خپل وخت دَ حکمت مطابق پهٔ یو تړلی مقرر نظام راپیدا کیږی۔
وَ اَرْسَلْنَا الرِّیٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَیْنٰكُمُوْهُ١ۚ وَ مَاۤ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِیْنَ۝۲۲
اؤ وچلؤل مونږ دَ اوبو نه ډک بادونه ، بیا راکوزې کړې مونږ دَ آسمان نه اوبهٔ بیا مو پهٔ تاسو وڅښؤلے ۔ ف۲۰ اؤ نشته تاسو سره دَ هغې خزانه ۔ ف۲۱
ف۲۰: یعنی دَ باران هواګانې دَ اوبو ډکې درنې درنې وریځې راولی اؤ چې کوم ځائې دَ الله خوښه وی باران ترېنه ووروی۔ نهرونه اؤ خوړونه جاری شی۔ اؤ هم دغه اوبهٔ دَ زمکې دننه پهٔ کوهیو کښې جمع کیږی چې ټول کال دَ څښلو پهٔ کار راځی۔ اؤ دَ زمکې پهٔ رګونو کښې چاڼ شی ، صفا سُتره شی ، دَ څښلو قابلې شی۔ کهٔ الله تعالیٰ غوښتې نو ټولې اوبهٔ به دغه شان دَ زمکې پهٔ سر بهېدلے وې خو هغهٔ پهٔ خپل خاص فضل ستاسو دَ څښلو دپاره پهٔ زمکه کښې دَ صفا سُتره اوبو ذخیره ستاسو دَ ټول کال استعمال دپاره جمع کوی۔
ف۲۱: یعنی نهٔ پاس دَ باران اوبهٔ ستاسو اختیار کښې دی اؤ نهٔ لاندې دَ چینو اؤ کوهیانو اوبهٔ ستاسو پهٔ قبضه کښې دی۔ کله چې الله تعالیٰ وغواړی باران ووروی اؤ تاسو ته اوبهٔ درکړی اؤ بارانونه بند کړی نو تاسو به څهٔ وکړیٔ هېڅ هم نهٔ شیٔ کؤلے۔
وَ اِنَّا لَنَحْنُ نُحْیٖ وَ نُمِیْتُ وَ نَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ۝۲۳
اؤ یواځې مونږ ژوند ورکؤو اؤ مرګ راولو اؤ هم مونږ دَ ټولو وارثان یو۔ ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی ټوله دنیا به خفه شی۔ نو الله به دَ خپلو کاملو صفاتو سره باقی پاتې شی ۔ حضرت شاه صاحب لیکی۔ هر بنده مړ کیږی اؤ دَ هغهٔ ګټه اؤ مال دولت الله ته پاتې کیږی (نو هغه دَ ټول مخلوق حقیقی وارث دے)
وَ لَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِیْنَ مِنْكُمْ وَ لَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِیْنَ۝۲۴
اؤ هم مونږ ته معلوم دی وړاندې تلونکی اؤ هم مونږ ته معلوم دی وروستو پاتی کیدونکی ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی وړاندې وروستو یو کس هم یا دَ هغهٔ عملونه دَ الله دَ علم نه بهر نهٔ دی۔ الله تعالیٰ دَ ازل راسې پهٔ هر شی عالم دے اؤ هم دَ هغهٔ دَ هغې ازلی علم مطابق پهٔ دنیا کښې کارونه کیږی اؤ هم دَ هغهٔ دَ هغې ازلی علم مطابق به پهٔ آخرت کښې دَ ټول مخلوق سره پوره پوره انصاف کیږی۔
تنبیه: وړاندې کېدل یا وروستو کېدل عام دی۔ پیدائش کښې دی اؤ کهٔ پهٔ مرګ کښې، اسلام کښې یا کفر کښې۔ یا هر نیک یا بد کار کښې ۔ پهٔ نمانځهٔ کښې وړومبی یا وروستی صفونه هم پهٔ نیک کار کښې راغلل۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَحْشُرُهُمْ١ؕ اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ۠۝۲۵
اؤ ستا رب هم هغه به راجمع کوی ټول ، بېشکه هغه دَ حکمتونو خاوند دے خبردار، ف۲۴
ف۲۴: یعنی یوه یوه ذرّه هغهٔ ته معلومه ده ۔ کله چې هغه وغواړی چې دا تمام مخلوق دې پهٔ یو وخت انصاف دپاره راجمع شی۔ نو هغهٔ ته هېڅ ګرانه نهٔ ده ۔ دَ قبر پهٔ خاورو کښې ، دَ سمندر پهٔ تل کښې یا پهٔ هوا کښې چرته چې دَ کوم څیز څهٔ ذرّه وی هغه به ټولې راجمع شی۔ (څهٔ شے دَ هغهٔ دَ علم نه بهر نشته چې ګنی هغه به پاتې شی)
وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍۚ۝۲۶
اؤ بېشکه مونږ جوړ کړے دے بنیادم دَ ټنګېدونکے خمبیره شوے خټې نه ۔ ف۲۵
ف۲۵: دَ خارجی نښانو نه پس (آیاتِ آفاقی) اوس دَ بنیادم پهٔ خپل وجود کښې ځنو نښانو (آیاتِ انفسی) طرف ته توجه ورکؤلے شی۔ دَ دې پهٔ ضمن کښې شاید چې دا خبردارے مقصود دے چې کوم کامل ذات چې تاسو پهٔ داسې ناشنا طریقه پیدا کړیٔ هغه تاسو دوباره ژوندی کؤلے هم شی۔ (خبردارے) دلته دَ بنیادم دَ پیداوښت متعلق دوه لفظونه استعمال شوی دی ”صَلْصَال“ (چې معنٰی ېٔ ده ټنګېدونکے خټه چې پهٔ اور کښې پخه شوے وی اؤ داسې کلکه شوے وی چې ټنګا کوی لکه کولالی لوښی) پهٔ بل ځائې کښې دَ دې پهٔ ځائې لفظ ”فَخَّارْ“ وئیلے شوے دے۔ اؤ بل لفظ ”حَمَأٍ مَّسْنُوْنٍ“ دے (چې معنٰی ېٔ ده خمبیره شوے خټه چې سخا بوئی ترې ځی) معلومیږی داسې چې اول دَ خمبیره شوے خټې نه دَ آدمؑ کالبوت تیار شو بیا چې اوچ شو اؤ ټنګا ېٔ کؤله نو بیا دَ نورو مختلفو تبدیلیو نه پس دې درجې ته ورسېدو چې روح پکښې واچؤلے شی۔ روح المعانی کښې دَ ځنو عالمانو قول نقل شوے دے ”کَاَنَّهٗ سُبْحَانَهٗ وَ تَعَالیٰ اَفْرَغَ الْحَمَأَ فَصَوَّرَ مِنْ ذٰلِكَ تِمْثَالَ اِنْسَانٍ اَجْوَفَ فَیَبِسَ حَتّٰی اِذَا نُقِرَ صَوَّتَ ثُمَّ غَیَّرَهٗ طَوْرًا بَعْدَ طَوْرٍ حَتّٰی نَفَخَ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِهٖ فَتَبَارَكَ اللہُ اَحْسَنُ الْخَالِقِیْنَ۔“ شاه صاحب لیکی خاوره ېٔ پهٔ اوبو کښې خوشته کړه اؤ خمبیره ېٔ کړه بیا ېٔ ترې دَ بنیادم کالبوت جوړ کړو چې وچ شو نو ټنګېدو (لکه دَ کولالی لوښی) نو دَ خاورې خاصیت سختی اؤ دروندوالے بنیادم کښې پاتې شو هم دغه شان پهٔ ګرمه هوا کښې دَ وچېدو پهٔ وجه پکښې دَ ګرمې هوا خاصیت تیزی هم پاتې شوه ۔ امام راغب اصفهانیؒ لیکلی دی چې حَمَأٍ مَّسْنُوْنٍ اؤ طِیْنٍ لَّازِبٍ وغېره الفاظو نه دا معلومیږی چې خاوره اوبو کښې اغږلے شوے وه اؤ پهٔ هوا کښې وچه شوے وه ۔ اؤ دَ فَخَّارٍ لفظ نه دا معلومیږی چې تر یوهٔ حده دَ اور تاؤ هم ورکړې شوے وهٔ ۔ دغه دَ اور تاؤ پهٔ بنیادم کښې دَ شیطانی اثر علامه ده ۔ هم پهٔ دغه مناسبت بل ځائې ارشاد دے۔
خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ کَالْفَخَّارِ وَ خَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ۔
دَ امام راغب دا مضمون ډېر وږد اؤ ډېر دلچسپ دے۔ لېکن افسوس دے چې دلته دَ هغې دَ خلاصې لیکلو هم ګنجائش نشته۔
وَ الْجَآنَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ۝۲۷
اؤ پیریان مو پیدا کړی وو دَ دوی نه مخکښې دَ ګرم اور نه ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی لطیف اور چې هوا ورسره شریکه وی۔ یا داسې ووئیلی شی چې ډېره ګرمه هوا چې لکه دَ اور سوزؤل کوی کوم ته چې اردو کښې ”لُو“ وئیلی شی۔ بهرحال دَ بنیادمو نیکهٔ آدمؑ دَ داسې مادې نه پیدا کړې شوے دے چې دَ خاورې اثر پرې غالب وهٔ ۔ اؤ دَ پېریانو نیکهٔ شیطان ابلیس دَ داسې مادې نه پیدا شوے دے چې دَ اور اثر پرې غالب وهٔ۔
وَ اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ۝۲۸
اؤ کله چې ووې ستا رب فرښتو ته چې زهٔ جوړوم یو بنده دَ ټنګېدلے وچې خټې نه ۔
فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَ نَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ۝۲۹
نو چې کله ېٔ برابر کړم اؤ خپل روح پکښې پوک وو هم نو تاسو ورته پهٔ سجده پرېوځیٔ۔
فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَۙ۝۳۰
نو سجده وکړه ورته فرښتو ټولو پهٔ جمع ۔
اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ١ؕ اَبٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ۝۳۱
بې دَ ابلیس نه ۔ هغهٔ انکار وکړو چې شی دَ سجده کؤنکیو سره ف۲۷
ف۲۷: یعنی چې دَ بنیادم کالبوت داسې درجې ته ورسوم چې دَ روح اچؤلو قابل شی اؤ بیا پکښې پهٔ خپل فضل انسانی روح واچؤم نو تاسو ته دا حکم دے چې سجده ورته وکړیٔ۔
خبردارے: دَ روح نسبت چې الله تعالیٰ ځان ته کړے دے۔ مِنْ رُّوْحِیْ ېٔ وئیلی دی۔ دا دَ بنیادم دَ عزّت اؤ شرافت اؤ درناوی دپاره یعنی هغه خاص روح چې پکښې زما دَ صفاتو (تدبیر و علم وغېره) نمونه ده اؤ کوم چې به دَ اصل فطرت پهٔ تقاضا زما پهٔ یادو کښې مشغول اؤ ماته ډېر نژدے وی۔ امام رازیؒ پهٔ دې نسبت باندې پهٔ بله طریقه نظر اچؤلے دے۔ هغه فرمائی کهٔ نمر ته الله تعالیٰ دَ خبرو طاقت ورکړی اؤ هغه ووائی چې ما زمکه پهٔ خپل نور روښانه کړے، نو آیا دَ هغهٔ دا وینا به غلطه ګڼلی شی؟ نو هر کله چې سره دَ دې چې نهٔ دَ نمر نور پهٔ زمکه کښې ننوځی اؤ نهٔ دغه نور دَ زمکې نه جُدا کېدے شی دا وینا صحیح ده ۔ بلکې دَ زمکې نه پهٔ کروړونو میله لرې هم دَ رڼا واګې دَ نمر پهٔ قبضه کښې دی اؤ دَ زمکې پکښې هېڅ اختیار نشته سِوا دَ دې نه چې زمکه ترېنه دَ خپل استعداد مطابق فائده پورته کوی۔ نو دَ الله تعالیٰ دا وینا چې ما بنیادم کښې خپل روح اچؤلے دے دَ حلوؔل یا اتحؔاد دپاره دلیل څنګه جوړېدے شی؟ دَ روح متعلق پوره تفصیل به انشاء الله دَ ”یَسْئَلُوْنَكَ عَنِ الرُّوْحُ“ پهٔ تفسیر کښې راشی۔
قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ۝۳۲
الله ووې اے ابلیسه پهٔ تا څهٔ وشو چې ملګرے نهٔ شوې سجده کؤنکیو سره ۔
قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ۝۳۳
ابلیس ووې زهٔ هغه نهٔ یم چې سجده وکړم بنده ته چې تا جوړ کړے دے دَ ټنګېدونکے خمیره شوے خټې نه ۔
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌۙ۝۳۴
الله ووې ځه دَ دې ځائې نه وځه ف۲۸ تهٔ مردود ئ۔ ف۲۹
ف۲۸: یعنی دَ جنّت نه یا آسمان نه یا دَ هغه وچت مقام نه وځه کوم ته چې رسېدلے ئ۔
ف۲۹: یعنی مردود اؤ شړلے شوے ئ۔ اؤ ممکنه ده چې رَجِیْم کښې دغه خبرې ته اشاره وی کومه چې مخکښې تېره شوه چې شیطان به پهٔ شهاب ثاقب ویشتې شی (دَ رَجَمْ اصلی معنٰی ده پهٔ ګټو ویشتل) ګویا پهٔ دې لفظ کښې دې خبرې ته اشاره وشوه چې ستا دَ سجدې نه انکار دَ پیدائش دَ مادې دَ فضیلت پهٔ وجه نهٔ دے۔ البته ستا دَ انکار وجه هغه بدبختی اؤ بدنصیبی ده کومه چې ستا پهٔ قسمت لیکلی شوی دی۔
وَّ اِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ۝۳۵
اؤ پهٔ تا لعنت دے دَ انصاف تر ورځې پورې ف۳۰
ف۳۰: یعنی دَ قیامت تر ورځې به پهٔ تا دَ الله تعالیٰ غضب وی اؤ دَ بندګانو دَ طرف نه به درباندې لعنت وئیلی شی اؤ دَ قیامت تر ورځې به دغه شان ساعت پهٔ ساعت دَ خیر نه لرې وځې ۔ اؤ چې تر قیامته ېٔ دَ نیکیٔ توفیق ونهٔ شی نو بیا خو څهٔ موقع نشته ځکه چې بیا دَ عمل موقع نشته ۔ دَ عمل بدله به ورکؤلے شی ۔ یا دا مطلب دے چې دَ قیامت تر ورځې خو به پرې لعنت وئیلی شی۔ اؤ دَ دې ورځې نه پس بیا دائمی عذاب اؤ دوزخ دے چې هغه دَ دې لعنت نه پهٔ څو چنده زیات دے۔ نو مطلب دا چې دَ اِلیٰ یَوْمِ الدِّیْنِ لفظ دَ دوام نه کنایه ده۔
قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ۝۳۶
شیطان ووې اے ربه نو ما ته مهلت راکړه تر هغه ورځې چې مړی به ژوندی کیږی ۔
قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَۙ۝۳۷
الله ووې تا ته مهلت درکړې شو ۔
اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ۝۳۸
تر دغه مقررې ورځې پورې ف۳۱
ف۳۱: یعنی تر دغې وخته مهلت درکړې شو۔ دَ دې واقعې پوره تفصیل پهٔ سورتِ بقره اؤ سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے دَ بیا لیکلو حاجت ېٔ نشته۔
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَۙ۝۳۹
شیطان ووې اے ربه څنګه چې تا زهٔ دَ لارې نه واړؤلم ۔ دغه شان به زهٔ هم دوی ته پهٔ زمکه شنهٔ باغونه وښیٔم اؤ ټول به دَ لارې نه خطا کړم ۔
اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ۝۴۰
بې دَ هغه کسانو نه چې ستا خاص بندیان دی۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی دَ دنیا خواهش به ېٔ پهٔ نظر کښې ښائسته کړم اؤ دَ حقې لارې نه به ېٔ واړؤم۔ دا الفاظ ابلیس دَ انتقام پهٔ جوش کښې الله پاک ته وائی (چې تا خو زهٔ دَ آدمؑ پهٔ سر تباه کړم خو زهٔ به دَ دهٔ اولاد تباه کړم) یعنی تا ته خو څهٔ وئیلے نهٔ شم خو دَ آدمؑ دَ اولاد نه به خپل تاؤ وباسم چې څومره مې وس رسی۔ پوره تفصیل پهٔ سورتِ اعراف کښې وګوریٔ۔
قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ۝۴۱
الله ووې دا لار ده زما طرف ته نېغه ۔ ف۳۳
ف۳۳: بېشکه دَ بندګیٔ اؤ اخلاص لاره نېغه ما ته رارسېدلے ده ۔ هېڅ ګړبړ پکښې نشته اؤ څوک چې پهٔ دې لار روان شو هغه به دَ ابلیس دَ پنجې نه بچ شی۔ اؤ چا چې دَ شیطان خبره ومنله دَ هغهٔ به هم دَ شیطان سره دوزخ ځائې وی۔ ځنو مفسرانو دا جمله پهٔ تهدید شمېرلې ده چې اے ابلیسه تهٔ به خلق څنګه دَ نېغې لارې نه واړوې هغه کومه لاره ده چې ما ته نهٔ رارسی۔ هر خوا چې تښتې هم دلته به راځې دَ سزا نه دې خلاصے نشته۔ پهٔ دې طریقه دا خبره داسې شوه لکه چې وئیلی شی۔ اِفْعَلْ مَا شِئْتَ فَطَرِیْقُكَ عَلَیَّ (څهٔ چې کوے هغه کوه آخر دې لار پهٔ ما ده) یا لکه خپله قرآن کښې چې فرمائیلی شوی دی ۔ اِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَاد (بېشکه ستا رب دَ زری پهٔ ځائې ناست دے) څوک ېٔ دَ نظره پناه کېدے نهٔ شی۔
اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ۝۴۲
بېشکه کوم چې زما بندیان دی ۔ نشته ستا پهٔ هغوی څهٔ زور ، بې دَ هغه کسانو چې ستا پهٔ لار روان شو ګمراهان ۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی بېشکه پهٔ غوره بندګانو باندې ستا هېڅ زور نهٔ شی چلېدے یا مطلب دا دے چې پهٔ یو بنده دې هم زور نهٔ شی چلېدے۔ البته څوک چې پهٔ خپله خوښه دَ خپل جهالت پهٔ وجه پهٔ تا پسې روانیږی اؤ خپله ځان تباه کوی هغه به وی ګنی دَ ستا پرې څهٔ زور نهٔ چلیږی۔ لکه خپله چې دَ شیطان قول نقل شوے دے۔ وَمَا کَانَ لِیَ عَلَیْکُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُکُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ (سوره ابراهیم، رکوع ۴)
(زما پهٔ تاسو څهٔ زور نهٔ وهٔ خو ما ځان ته وبللیٔ اؤ تاسو پهٔ خپله خوښه زما خبره ومنله۔ نو اوس ما مهٔ ملامته کویٔ ځان ملامته کړیٔ)
وَ اِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ۫ۙ۝۴۳
اؤ بېشکه دوی ټولو سره پهٔ دوزخ وعده ده ۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی ستا اؤ ستا دَ ملګریو دپاره دوزخ تیار دے۔
لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ١ؕ لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ۠۝۴۴
دَ هغې ووهٔ (۷) دروازې دی ، دَ هرې دروازې دپاره دَ دوی یو ټولے دے مقرر، ف۳۶
ف۳۶: ځنو مشرانو وئیلی دی چې دَ سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ نه دَ دوزخ ووهٔ (۷) طبقې مراد دی دَ کومو نومونه چې ابن عبّاسؓ دا ښیٔلی دی۔
(۱) جهنّم ۔ (۲) سعیر ۔ (۳) لظّٰی ۔ (۴) حُطَمَة ۔ (۵) سَقر ۔ (۶) جحیم ۔ (۷) هاویه ۔
اؤ بیا دَ جهنّم لفظ دَ خاصې طبقې نه علاوه دَ ټولو طبقو مجموعې ته هم وئیلی شی۔ ځنې مشرانو وئیلی دی چې دَ دوزخ ووهٔ (۷) دروازې دی چې پهٔ بیله بیله به خاص قسم ګنهګار ننوځی۔
شاه صاحب لیکلی دی څنګه چې دَ جنّت اتهٔ (۸) دروازې دی دغه شان دَ دوزخ ووهٔ (۷) دروازې دی۔ دَ جنّت اتهٔ (۸) دروازې دَ نیکانو پهٔ بیلو بیلو ډلو تقسیم دی اؤ دَ دوزخ ووهٔ (۷) دورازې دَ ګنهګارو دَ بیلو بیلو ډلو دپاره دی۔ شاید چې دَ جنّت یوه دروازه زیاته ځکه ده چې ځنی نیکان به دَ څهٔ خاص عمل پهٔ برکت نه بلکې خالص دَ الله پهٔ فضل جنّت ته ځی۔ دَ هغوی دپاره بیله دروازه ده۔
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍؕ۝۴۵
بېشکه پرهېزګاران دی پهٔ باغونو اؤ چینو کښې۔ ف۳۷
ف۳۷: کوم کسان چې دَ کفر، شرک اؤ ګناهونو نه ځان ساتی ۔ هغوی به دَ خپلو مرتبو پهٔ لحاظ دَ جنّت پهٔ خاصو درجو کښې دَ هر قسم فکر اؤ غمونو نه آزاد خوشحال خندان وی۔
اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ۝۴۶
دوی ته به ووئیلی شی ننوځیٔ دې ته پهٔ سلامتیا سره بې خطره ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی فی الحال هم دَ ټولو مصیبتونو نه محفوظ اؤ آئنده دپاره هم دَ هر قسم پریشانیٔ اؤ غم نه خلاص بې خطره ژوند به ېٔ وی۔
وَ نَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ۝۴۷
اؤ لرې کړه مونږ څهٔ چې دَ دوی پهٔ سینو کښې وه کینه ، وروڼه شو ف۳۹ پهٔ تختونو ناست یو بل ته مخامخ ۔ ف۴۰
ف۳۹: یعنی جنّت ته ننوتو نه پس به دَ جنّتیانو پهٔ زړونو کښې دَ یو بل نه هېڅ قسم خفګان اؤ ښیرے پاتې نهٔ شی ، هلته به دَ خوږو وروڼو پهٔ شان وسی، نهٔ به دَ یو بل سره کینه حسد وی اؤ نهٔ دَ چا نه خفګان ګیله ۔ دَ دې څهٔ تفصیل پهٔ سورتِ اعراف اتمه سپاره آخره رُبع کښې تېر شوے دے۔
ف۴۰: یعنی پهٔ عزت اؤ قدر به پهٔ تختونو یو بل ته مخامخ ناست وی ، چار چاپېره به تخوتنه لګیدلی وی دَ انستې داسې طریقه به نهٔ چې څوک وړاندې څوک وروستو اؤ چا ته مخ چا ته شا وی ۔ بلکې ټول به یو بل ته مخامخ وی ۔
لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّ مَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ۝۴۸
نه به رسی دوی ته دلته څهٔ تکلیف اؤ نهٔ به دَ دې ځائې نه ویستې شی ف۴۱
ف۴۱: حدیث شریف دے چې جنّتیانو ته به ووئیلی شی۔ اے جنّتیانو اوس به تاسو همېشه روغ جوړ اؤ تروتازه ییٔ ۔ هېڅ قسم ناجوړتیا دلته نشته همېشه به ژوندی ییٔ ، اوس بیا مرګ نشته اؤ همېشه به پهٔ آرام ییٔ ۔ هېڅ قسم تکلیف اؤ خفګان دلته نشته۔
نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُۙ۝۴۹
خبر ورکړه زما بندیانو ته چې هم زهٔ یم بخښونکے مهربانه۔
وَ اَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ۝۵۰
اؤ دا هم چې زما عذاب هغه دردناک عذاب دے ۔ ف۴۲
ف۴۲: دَ مجرمانو اؤ پرهېزګارو دواړو دَ انجام څرګندؤلو نه پس اوس دې طرف ته اشاره ده چې پهٔ دې هر یو حالت کښې دَ الله تعالیٰ دَ څهٔ صفت ظهور دے۔ پهٔ دې کښې شک نشته چې الله تعالیٰ پهٔ خپل ټول مخلوق بې حده مهربانه دے (پهٔ اصل کښې ټوله مهربانی دَ الله تعالیٰ ده دَ باقی دنیا ټولې مهربانیٔ دَ هغهٔ دَ مهربانیٔ سېورے دے) خو چې یو بنده دَ خپل جهالت ، سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه خپله پهٔ ځان دَ مهربانیٔ دروازې بندې کړی نو بیا الله تعالیٰ هغهٔ ته سزا هم سخته ورکړی۔ مخکښې بیا دَ عبرت دپاره یوه واقعه بیانیږی چې دَ فرښتو دَ راکوزېدو بیان دے پکښې۔ هم دغه فرښتې یو ځائې کښې دَ خوشحالیٔ زېرے ورکوی اؤ بل ځائې کاڼی وروی اؤ ټول قوم تباه کوی چې خلق خبر شی چې دَ الله تعالیٰ دواړه صفتونه کامل دی۔ بندګانو ته پکار دی چې نا اُمیده کیږی هم نه اؤ بې پروا کیږی هم نه ۔
وَ نَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَۘ۝۵۱
اؤ حال واؤروه دوی ته دَ ابراهیم دَ میلمنو۔ ف۴۳
ف۴۳: مېلمانهٔ ېٔ ورته ځکه ووې چې وړومبے چې ابراهیمؑ پېژندلی نهٔ وو نو دا خیال ېٔ وهٔ چې څوک ناشنا مېلمانهٔ دی۔ بیا وروستو ورته پته ولګېده۔
اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا١ؕ قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَ جِلُوْنَ۝۵۲
کوم وخت چې راغلو دَ هغهٔ کور ته اؤ سلام ېٔ وکړو هغهٔ ووې ۔ زمونږ خو ستاسو نه ترهه کیږی ۔ ف۴۴
ف۴۴: بل ځائې کښې راځی وَ اَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ۔ یعنی پهٔ زړهٔ کښې ېٔ ویره پټه کړه۔ مطلب دا دے چې اول خو ېٔ پهٔ زړهٔ کښې ترَهَه پیدا شوه نو دَ پټؤلو کوشش ېٔ وکړو چې دوی راباندې پوهه نهٔ شی خو بیا ېٔ ضبط ونهٔ کړې شو نو ورته ېٔ صفا ووېٔ چې مونږ خو ستاسو نه ویریږو ۔ دا ویره دَ څهٔ وجهې وه ۔ دَ دې پوره تفصیل پهٔ سورتِ هود کښې تېر شوے دے هلته ېٔ کتل پکار دی۔
قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ۝۵۳
هغوی ووې مهٔ ویرېږه مونږ تا ته خوشخبری درکوؤ دَ یو هلک هوښیار۔ ف۴۵
ف۴۵: یعنی دَ ویرېدو څهٔ خبره نشته دَ خوشحالیٔ خبره ده ۔ مونږ خو تا ته پهٔ دې بوډاوالی کښې دَ اولاد زېرے راؤړے دے۔ اؤ اولاد هم داسې چې نیک بخته ، عالم اؤ دَ نبوت دَ مرتبې خاوند ۔ بل ځائې کښې دی وَ بَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۔
قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ۝۵۴
هغهٔ ووې آیا تاسو ما ته خوشخبری راکویٔ پهٔ داسې وخت کښې چې زهٔ بوډا شوے یم اوس تاسو پهٔ څهٔ خوشخبری راکویٔ ۔ف۴۶
ف۴۶: بالکل بې طمعې خوشحبری وه خپل عمر ته چې ېٔ وکتل نو عجیبه غوندې ورته ښکاره شوه ۔ دَ بنیادم عادت دے چې څهٔ ناشنا خبره واؤری۔ نو کهٔ ښهٔ یقین ېٔ وی چې دا خبر صحیح دے هم پوره تحقیق ېٔ کوی اؤ ځان پرې ښهٔ پوهه کوی نو ابراهیمؑ هم دلته تپوس دې دپاره کړے دے چې پوره تفصیل راته بیان کړی اؤ بیا بیان باندې خبره هم پخه شی اؤ خوند هم پرې واخستے شی۔ علامه ابن کثیرؒ لیکلی دی چې ابراهیمؑ خپل عمر اؤ دَ خپلې ښځې عمر ته وکتل نو دا خبره ورته عجیبه غوندې ښکاره شوه نو دَ زیاتی تحقیق اؤ خبرې مضبوطؤلو دپاره ېٔ دَ تعجب اظهار وکړو نو فرښتو ورته هم ښهٔ پهٔ تاکید اؤ پهٔ کلکه ځواب ورکړو۔ دَ هغهٔ دَ خبرو نه نا امیدی غوندې ښکارېده ، ځکه ورته فرښتو ”فَلَا تَکُنْ مِنَ الْقَانِطِیْنَ“ سره زورنه ورکړه ۔ شاه صاحب لیکلی دی۔ دَ دې نه معلومیږی چې کاملؔین هم پهٔ یو انداز کښې دَ ظاهری سبابو خیال ساتی۔
قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ۝۵۵
هغوی ووې مونږ درته پهٔ رښتیا خوشخبری درکړه نو تهٔ نا اُمیده کېږه مه۔
قَالَ وَ مَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ۝۵۶
هغهٔ ووې اؤ څوک به نا اُمیده شی دَ خپل رب دَ رحمت نه بې دَ ګمراهانو نه ف۴۷
ف۴۷: یعنی دَ الله دَ رحمت نه خو یو عام مسلمان هم نهٔ شی نا امیده کېدے نو (نعوذ بالله) نبی به څنګه نا امیده شی۔ خو هسې دَ ظاهری اسبابو پهٔ خیال اؤ دَ خپل عمر پهٔ اعتبار راته دا خبره عجیبه غوندې ښکاره شوه نو دَ تعجب اظهار مې وکړو ۔ چې الله دَ لوئی شان مالک اؤ پهٔ ما ډېر مهربانه دے چې پهٔ دې عمر کښې هم راته نارینه اولاد راکوی۔ شاه صاحب لیکلی دی چې دَ الله دَ فضل نه نا اُمیده کېدل اؤ دَ عذاب نه نهٔ ویرېدل دواړه دَ کفر خبرې دی۔ دَ غیبو دَ حال نه صرف الله خبر دے۔ پهٔ یقین سره دا وئیل چې دا کار بالکل نهٔ شی کېدے دَ کفر خبره ده ۔ باقی هسې پهٔ زړهٔ کښې یو خیال پیدا کېدل چې دا کار نهٔ شی کېدے ګناه نهٔ ده۔ خو پوخ یقین کؤل ګناه ده ځکه چې پهٔ اصل حال خو صرف الله خبر دے۔
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ۝۵۷
هغهٔ ووې نو بیا تاسو څهٔ پسې راغلی ییٔ اے دَ الله استاذو ف۴۸
ف۴۸: یعنی تاسو تش دې زیری پسې راغلی ویٔ کهٔ بل څهٔ کار مو هم شته۔ شاید چې ابراهیمؑ دَ علامو نه معلومه کړے وه چې اصل کار ېٔ بل څهٔ دے۔ ممکنه ده چې زړهٔ کښې ېٔ هغه ویره هم دَ دې خیال پهٔ وجه پیدا شوے وه ۔ ګنی دَ زیری راوړونکیو خو دَ مخ نه خوشحالی څرګندیږی هغهٔ ته دَ ویرې احساس څنګه وشو۔ دې دپاره دَ سورتِ هود آیت ۷۶ فائده وګوریٔ۔
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَۙ۝۵۸
هغوی ووې مونږ راستؤلی شوی یو پهٔ یو ګنهګار قوم پسې۔
اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ١ؕ اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَۙ۝۵۹
بې دَ لوطؑ دَ کورنۍ نه ۔ چې مونږ به هغوی ټول بچ کړو۔
اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ١ۙ اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ۠۝۶۰
بغیر دَ هغهٔ دَ ښځې نه چې مونږ فیصله کړے ده چې هغه به وروستو پاتې کېدونکیو کښې وی۔ ف۴۹
ف۴۹: یعنی هغه به دَ نورو کافرو سره پهٔ عذاب کښې ګیریږی۔
تنبیه: ظاهره دا ده چې قَدَّرْنَا اِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِیْنَ دَ فرښتو خبره ده۔ دا فرښتې دَ دالله تعالیٰ پهٔ حکم دَ عذاب دپاره اؤ دَ تقدیر دَ فیصلې جاری کؤلو دپاره راستؤلے شوے وې نو دَ فیصلې نسبت ېٔ ځان ته وکړو۔ اؤ ممکنه ده چې دا کلام دَ الله تعالیٰ وی۔ بیا خو پکښې څهٔ اشکال نشته۔
فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ اِ۟لْمُرْسَلُوْنَۙ۝۶۱
بیا کله چې ورسېدل دَ لوط کور ته هغه استاذی۔
قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ۝۶۲
هغهٔ ووې تاسو خو ناشنا خلق يیٔ ف۵۰
ف۵۰: یعنی تاسو خو ناشنا ییٔ مخکښې مو چرته ملاقات نهٔ دے شوے۔ اؤ کېدے شی چې لوط علیه السَّلام ته هم دَ هغوی نه دَ عذاب احساس شوے وی اؤ لکه دَ ابراهیم علیه السّلام ېٔ پهٔ زړهٔ کښې ویره پیدا شوے وی۔ یا به ېٔ دا غرض وی چې تاسو خو پهٔ دې کلی کښې ناشنا ییٔ ۔ دَ دې خلقو دَ خرابو عادتونو نه خبر نهٔ ییٔ۔ څوک تکلیف درنهٔ کړی۔ اؤ ډېره ممکنه ده چې دا جمله ېٔ پهٔ هغه وخت کښې وئیلی وی۔ کله چې دَ لوط علیه السّلام دې فرښتو پسې دَ ښائسته هلکانو پهٔ خیال دَ لوطؑ کور ته دَ راننوتو کوشش کؤلو۔ اؤ هغهٔ دَ خپلو مېلمنو دَ عزت بچ کؤلو دپاره ورسره پهٔ جګړه وهٔ اؤ آخر ېٔ پهٔ ډېره بې وسیٔ اؤ افسوس کښې ووې لَوْ اَنَّ لِیْ بِکُمْ قُوَّةً اَوْ اٰوِیْۤ اِلٰی رُکْنٍ شَدِیْدٍ۔ نو پهٔ دې وخت کښې چې هغه دَ قوم سره پهٔ جنګ اخته وهٔ ۔ اؤ دا فرښتې پهٔ آرام اؤ اطمینان ناستې وې نو هغهٔ به ورته وئیلی وی چې تاسو خو هم عجیبه خلق ییٔ ۔ زهٔ ستاسو دپاره څومره پهٔ کوشش لګیا یم اؤ تاسو هډو زما امداد نهٔ کویٔ بې غمه ناست ییٔ۔
قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ۝۶۳
هغوی ووې ”نه“ بلکې مونږ خو راؤړے دے تا ته هغه شے چې دوی به پکښې شک کؤلو۔ ف۵۱
ف۵۱: یعنی تهٔ ویرېږه مه ۔ مونږ بنیادم نهٔ یو ، فرښتې یو اؤ مونږ خو دَ آسمان نه هغه شے راؤړے دے کوم چې دوی دَ تا نه پهٔ زور غوښتو۔ یعنی دَ الله هغه عذاب چې تا به ترېنه دوی ویرؤل اؤ دوی به انکار کؤلو۔ وې به ېٔ پهٔ مونږ هغه عذاب اوس راوله کهٔ تهٔ رښتونے ئ۔ نو هغه دا دے مونږ راؤړے دے چې دوی خامخا غوښتو۔
وَ اَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَ اِنَّا لَصٰدِقُوْنَ۝۶۴
اؤ مونږ راؤړے دے تا ته پوخ خبر اؤ مونږ رښتونی یو۔ ف۵۲
ف۵۲: یعنی تهٔ اوس بې غمه شه ۔ دا مونږه چې څهٔ وایو پخه خبره ده ۔ څهٔ شک شبهه پکښې نشته۔
فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَ اتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَ لَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّ امْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ۝۶۵
نو تهٔ وباسه دَ کور خلق چې یوه حصه پاتې شی دَ شپې ۔ اؤ تهٔ ورپسې ورپسې ځه ۔ اؤ شا ته دې نهٔ ګوری یو کس هم ف۵۳ اؤ دغسې ځیٔ تر هغې ځایه چې تاسو ته حکم شوے ۔ ف۵۴
ف۵۳: یعنی چې سبا کېدو ته لږ وخت پاتې شی نو تهٔ دَ خپل کور بندیان دَ کوره وباسه ۔ دوی مخکښې کړه اؤ تهٔ ورپسې ورپسې ځه چې څوک پاتی نهٔ شی اؤ نهٔ بیا راپستنه شی۔ اؤ نهٔ شا ته ګوری ۔ چې تهٔ وروستو ئ نو زړهٔ به دې پهٔ آرام وی۔ اؤ دَ دوی خیال به ساتے اؤ چې تهٔ وروستو ئ نو دوی به دَ ویرې وروستو کتے نهٔ شی دغه شان به دَ لَا یَلْتَفِتْ مِنْکُمْ اَحَدٌ پهٔ حکم پوره پوره عمل وشی۔
ف۵۴: یعنی شام ته یا بل ځائې کوم چې الله پاک دَ دوی دَ امن دپاره مقرر کړے وهٔ۔
وَ قَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ۝۶۶
اؤ فیصله کړه دَ هغهٔ سره مونږ دا خبره چې دَ دوی به جرړې پرې شوے وی چې سبا کیږی ۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی لوطؑ ته مونږ دَ فرښتو پهٔ خلهٔ خپله قطعی فیصله واورؤله چې اوس عذاب لرې نهٔ دے۔ تر سحره به دَ دې نافرمانه قوم خاتمه شوے وی۔ شاید چې مطلب ېٔ دا دے چې سبا ختو سره به عذاب شروع شی اؤ نمر ختو پورې به ټول تباه شوی وی۔ ځکه چې بل ځائې کښې ”مُشْرِقِیْنَ“ لفظ راغلے دے۔
وَ جَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ۝۶۷
اؤ راغلل دَ ښار خلق پهٔ خوشحالیٔ خوشحالیٔ ۔ ف۵۶
ف۵۶: یعنی چې خلقو واؤرېدل چې دَ لوطؑ کره ډېر ښائسته هلکان مېلمانهٔ راغلی دی نو دَ خپل ناکاره عادت پوره کؤلو پهٔ خیال پهٔ منډه منډه دَ لوطؑ کور ته راجمع شو۔ اؤ دَ هغهٔ نه ېٔ مطالبه وکړه چې دا هلکان مونږ ته حواله کړه۔
تنبیه: دلته پهٔ ”وَجَآءَ“ کښې واؤ دَ ترتیب دپاره نهٔ دے مطلقِ جمع دپاره دے۔ دا قصه تفصیل سره سورتِ هود اؤ اعراف کښې تېره شوے ده هلته ېٔ وګوریٔ۔
قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِۙ۝۶۸
لوطؑ ووې بې شکه دا خلق زما مېلمانهٔ دی نو ما مهٔ شرمویٔ ف۵۷
ف۵۷: ځکه چې دَ مېلمه بې عزتی دَ کوربه بې عزتی ده۔
وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ لَا تُخْزُوْنِ۝۶۹
اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ اؤ ما مهٔ بې عزته کویٔ ۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی دَ الله نه ویرېږیٔ۔ دا دَ بې حیاییٔ کارونه مهٔ کویٔ اؤ مسافر مهٔ تنګویٔ۔ آخر زهٔ دلته تاسو سره وسم زما دَ عزت خو څهٔ خیال وساتیٔ ۔ زهٔ به دَ دوی تر نظره څومره سپک شم چې تاسو زما خبره نهٔ منیٔ۔
قَالُوْۤا اَوَ لَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ۝۷۰
هغوی ووې آیا تهٔ مونږ منع کړے نهٔ وې دَ خلقو دَ ملګرتیا نه ۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی مونږ دې نهٔ بې عزته کوؤ تهٔ ځان خپله بې عزته کوے۔ مونږ بار بار منع کړے ئ چې ناشنا خلق کور ته مهٔ راوله ۔ دا زمونږ کلے دے اؤ زمونږ اختیار دے مېلمنو سره هر څهٔ چې کوؤ ۔ دَ دې نه معلومیږی چې دوی به همېشه ناشنا مسافر تنګؤل اؤ لوطؑ به ېٔ دَ بچ کؤلو کوشش کؤلو ۔ اؤ دوی به ېٔ دَ دې ناکاره کارونو نه منع کؤل۔
قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنٰتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَؕ۝۷۱
هغهٔ ووې دا زما لوڼه حاضرې دی کهٔ تاسو څهٔ کؤل غواړیٔ ف۶۰
ف۶۰: یعنی بېشکه تاسو خو زهٔ منع کړے ووم ۔ لېکن ستاسو غرض خو خپل خواهش پوره کؤل دی نو زهٔ تاسو پهٔ دې پوهه کؤم چې دَ خواهش پوره کؤلو جائزې لارې شته نو بیا تاسو حرامو پسې ولې ګرځیٔ ۔ دا دَ ستاسو پهٔ کورونو کښې ښځې چې ما ته دَ خپل اولاد پهٔ شان خوږې دی ، دَ ستاسو دَ خواهش پوره کؤلو دپاره موجودې دی۔ نو تاسو زما خبرې ومنیٔ اؤ پهٔ جائزه اؤ شرعی طریقه خپل خواهش پوره کړیٔ۔ آخر پهٔ تاسو څهٔ شوی دی چې پاک اؤ حلال شے پرېږدیٔ۔ اؤ پهٔ ګنده اؤ حرامو پسې ګرځیٔ۔
لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ۝۷۲
ستا پهٔ ژوند قسم دوی پهٔ خپله مستیٔ کښې بې خوده دی۔ ف۶۱
ف۶۱: دا خطاب دَ الله دَ طرف نه نبی کریمﷺ ته دے یعنی دَ ستا پهٔ سر مې دې قسم وی چې دَ لوطؑ قوم دَ غفلت اؤ مستیٔ پهٔ نشه کښې ړوند شوے وهٔ ۔ دَ لوطؑ نصیحت ېٔ نهٔ اورېدو اؤ دَ هغهٔ سره پهٔ جګړه وو ، پهٔ خپل طاقت غاوره وو اؤ خبر نهٔ وو چې سبا به ېٔ څهٔ حال وی۔
دَ ابنِ عباسؓ نه روایت دے چې الله پاک پهٔ دنیا کښې بل هېڅوک دَ محمّدﷺ نه زیات اشرف اؤ اکرم نهٔ دے پیدا کړے۔ ما نهٔ دی اورېدلی چې الله پاک دَ نبی کریمﷺ نه سِوا دَ بل چا پهٔ سر قسم خوړلے وی۔
(علامه عثمانیؒ فرمائی) پهٔ قرآن کریم کښې چې کوم قسمونه دی دَ دې متعلق به مونږ پوره تفصیل پهٔ بله موقع کوؤ۔
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَۙ۝۷۳
بیا هغوی راونیؤل یوې چغې دَ نمر راختو پهٔ وخت ۔ ف۶۲
ف۶۲: دَ ابنِ جریحؒ قول دے چې هر عذاب چې یو قوم پرې تباه شی صَیْحَة یا صَاعِقَه بللے شی۔ دَ مُشْرِقِیْن متعلق پهٔ مخکښې صفحه کښې لیکلی شوی دی۔
فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَ اَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍؕ۝۷۴
بیا مو ورباندې کلے پورته ښکته کړو اؤ کلک کاڼی مو پرې وورؤل۔ ف۶۳
ف۶۳: دَ دې پوره تفصیل پهٔ سورتِ هود کښې وګوریٔ۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ۝۷۵
بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی فکر کؤنکیو دپاره ۔ ف۶۴
ف۶۴: مُتَوَسِّمْ“ هغه سړی ته وئیلی شی څوک چې دَ علامو اؤ نخښو نه پهٔ خپل عقل اؤ هوښیاریٔ پټې خبرې معلومؤلے شی ۔ مطلب دا چې دَ فکر کؤنکیو دپاره دَ لوطؑ پهٔ قصه کښې دَ عبرت ډېرې نخښې دی چې بنیادم ترې دا معلومؤلے شی چې دَ بدیٔ آخری نتیجه څهٔ وی اؤ چې دَ الله طاقت اؤ قدرت ډېر لوئے دے۔ بنیادم دې پهٔ خپل طاقت نهٔ غاوره کیږی اؤ دَ پېغمبرانو خلاف دې نهٔ کوی ، ګنی نتیجه به ېٔ هم دغسې تباهی وی۔
وَ اِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ۝۷۶
اؤ دا کلې پروت دے پهٔ نېغه لار کښې۔ ف۶۵
ف۶۵: دَ مکّې نه چې څوک شام ته ځی نو دَ دغه کلی ورانې کنډرے ښکاری۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَؕ۝۷۷
اؤ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی ایماندارو دپاره ۔ ف۶۶
ف۶۶: یعنی دَ دې کنډرو نه مؤمنان عبرت اخلی ځکه چې هغوی پوهیږی چې دا دَ یو قوم دَ سرکشیٔ سزا ده ۔ دَ مؤمنانو نه علاوه نور خلق کېدے شی چې دا تباهی هسې یو اتفاقی حادثه وګڼی نو عبرت ترې نهٔ اخلی۔
وَ اِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَۙ۝۷۸
بېشکه وو دَ بڼ وسیدونکی ډېر ظالمان ف۶۷
ف۶۷: دَ بڼ وسیدونکی یعنی دَ شعیبؑ قوم چې دَ مدین ښار کښې وسېدو دَ دې ښار نه چاپېره ، ځنګل وهٔ ۔ نو کېدے شی چې ځنی خلق دې ځنګل کښې هم وسېدل۔ ځنو عالمانو وئیلی دی چې اصحابِ ایکه اؤ اصحابِ مدین دوه جُدا جُدا قومونه وو، حضرت شعیبؑ دې دواړو قومونو دپاره پېغمبر وهٔ ۔ دې خلقو به دَ شرک اؤ بُت پرستیٔ نه علاوه غلا، ډاکې اؤ پهٔ تول کښې ټګی هم کؤله ۔ په سورتِ هود اؤ اعراف کښې ېٔ پوره قصه تېره شوے ده۔
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ١ۘ وَ اِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍؕ۠۝۷۹
نو مونږ بدله واخسته دَ هغوی نه اؤ دا دواړه کلی پهٔ لویه لار پراتهٔ دی، ف۶۸
ف۶۸: یعنی دَ حجاز اؤ شام پهٔ لار کښې دَ لوطؑ دَ قوم دَ کنډرو سره نژدے دَ شعیبؑ دَ قوم کنډرے هم ښکاری۔
وَ لَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَۙ۝۸۰
اؤ دروغژن ووې دَ حجر وسیدونکیو خپلو رسولانو ته ۔ ف۶۹
ف۶۹: اصحابِ حجر ۔ دَ قومِ ثمود ملک ته حجر وئیلی شو ۔ دا دَ مدینې منوّرې نه سوئیل طرف ته دے۔ دَ دوی پېغمبر صالحؑ وهٔ ۔ دَ یو پېغمبر تکذیب دَ ټولو پېغمبرانو تکذیب دے (ځکه مرسلین جمع راغلے دے)
وَ اٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَۙ۝۸۱
اؤ ورکړې مونږ هغوی ته خپلې نښانې نو هغوی به ترې مخ اړؤلو ۔ ف۷۰
ف۷۰: دَ صالحؑ غټه معجزه هغه اوښه وه چې دَ کاڼی نه راوتې وه ۔ اؤ دغه شان نورې معجزې ېٔ هم وې چې دې قوم ترېنه انکار کؤلو ۔
وَ كَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ۝۸۲
اؤ دوی به کنستل پهٔ غرونو کښې کورونه پهٔ اطمینان سره ۔ ف۷۱
ف۷۱: دَ ثمود قوم به غرونه کنستل اؤ پکښې به ېٔ ښهٔ ښهٔ محلونه جوړؤل ۔ دوی دَ خپلې آبادیٔ پهٔ مضبوطیا اؤ دَ خپل ژوند پهٔ آرام اؤ پهٔ خپل طاقت دومره غاوره وو چې دا ېٔ خیال هم نهٔ شو کؤلے چې پهٔ مونږ به چرته تباهی راشی۔
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَۙ۝۸۳
بیا راګېر کړل دوی یوې چغې دَ سحر پهٔ وخت کښې ۔
فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَؕ۝۸۴
بیا پکار رانهٔ غلل دَ دوی څهٔ چې دوی ګټلی وو ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی مال دولت، طاقت اؤ مضبوطیا۔ دَ دنیا ظاهری اسبابو کښې هېڅ شے هم دَ الله عذاب نهٔ شی بندؤلے۔ دا قصه هم مخکښې تېره شوے ده ۔ پهٔ حدیث کښې دی چې نبی کریمﷺ چې تبوک ته تلو نو پهٔ وادیٔ حجر ېٔ لار وه ۔ نو حضور اکرمﷺ سر پټ کړو اؤ خپله اوښه ېٔ پهٔ منډه کړه (چې دَ عذاب دَ ځائې نه ژر تېر شی) اؤ اصحابو ته ېٔ وفرمائیل چې دَ معذّب قوم کنډرو ته دَ الله دَ ویرې پهٔ ژړا ننوځیٔ ، کهٔ چا ته ژړا نهٔ ورځی هسې شکل دې دَ ژړا جوړ کړی۔ الله دې نهٔ کړی چې پهٔ تاسو داسې عذاب راشی لکه پهٔ دوی چې راغلے وهٔ ۔ پهٔ دې طریقه حضور اکرمﷺ مسلمانانو ته ادب وښیٔلو چې دَ داسې ځایونو نه عبرت واخلیٔ اؤ دَ الله دَ عذاب نه ویرېږیٔ هسې تماشې ته مهٔ ورځیٔ۔
وَ مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ١ؕ وَ اِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ۝۸۵
اؤ مونږ نهٔ دی جوړ کړی آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې ېٔ ترمینځه دی مګر پهٔ حقه اؤ قیامت بېشکه راتلونکے دے ، نو تهٔ ترې ډډې ته شه پهٔ ښهٔ طریقه ۔ ف۷۳
ف۷۳: حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې الله تعالیٰ دَ تېرو قومونو دَ حال بیانؤلو نه پس وفرمائیل چې دا دنیا هسې خالی نهٔ ده پرته ۔ دَ دې پهٔ سر یو مُدبِّر دے دَ هر کار انتظام کوی پوره پوره ۔ آخری انتظام ېٔ قیامت دے۔ اؤ حضور اکرمﷺ ته فرمائی چې تا دَ الله پیغام ورسؤلو خپله ذمه واری دې پوره کړه نو اوس کهٔ کافر انکار کوی اؤ ستا خبره نهٔ منی نو تهٔ ورسره ډېر بحثونه مهٔ کوه ۔ دَ دوی پهٔ تکلیفونو صبر کوه اؤ دَ آخری حکم انتظام کوه۔
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ۝۸۶
هم ستا رب دے پیدا کؤنکے پهٔ هر څهٔ خبر ف۷۴
ف۷۴: هغه علیم دے۔ دَ ستا پهٔ صبر اؤ دَ دوی پهٔ سرکشیٔ پوره پوره خبر دے۔ هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکوی۔ کوم الله چې پهٔ وړومبی ځل دا مخلوق پیدا کړے دے هغهٔ ته ېٔ پهٔ دویٔم ځل پیدا کؤل څهٔ ګران دی؟ هغه پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ دوی دَ بدن اجزاء چې چرته خوارهٔ شوی دی ټول به پهٔ خپل قدرت راغونډ کړی نو بیا به ېٔ ژوندی کړی۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَ الْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ۝۸۷
اؤ مونږ تا ته درکړی ووهٔ (۷) آیتونه وظیفه اؤ دَ لوئے درجې قرآن ۔ ف۷۵
ف۷۵: دَ سبع مثانی نه څهٔ شے مراد دے؟ دې کښې دَ عالمانو ګڼ قولونه دی خو زیات صحیح دا دے چې دې نه سورتِ فاتحه مراد ده چې ووهٔ (۷) آیتونه دی اؤ دَ نمانځهٔ پهٔ هر رکعت کښې بیا بیا وئیلی شی۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی چې پهٔ توریٰت ، انجیل ، زبور اؤ قرآن کښې دَ دې پهٔ شان آیتونه نور نشته ۔ پهٔ صحیحو احادیثو کښې څرګند وئیلی شوی دی چې حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی سورتِ فاتحه هم دغه سبع مثانی اؤ قرآن عظیم دے چې ما ته راکړې شوے دے۔ دې وړوکی غوندې سورت ته قرآنِ عظیم دَ دې دَ وچتې مرتبې پهٔ لحاظ وئیلے شوے دے۔ دې سورت ته اُم القرآن هم وئیلی شی۔ ګویا دا یو خلاصه ده اؤ ټول قرآن دَ دې تشریح اؤ تفصیل دے۔ دَ قرآن دَ ټولو علومو یو اجمالی نقشه پهٔ دې سورت کښې موجوده ده ۔ دَ مثانی لفظ دَ ټول قرآن دپاره هم راغلے دے اَللّٰہُ نَزَّلَ اَحْسَنَ الْحَدِیْثِ کِتٰبًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ ۔ (سوره زمر، رکوع ۳)
خو دلته دَ سبع مثانی نه مراد سورتِ فاتحه دے۔
لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَ لَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَ اخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ۝۸۸
اؤ تهٔ مهٔ پورته کوه سترګې هغه څیزونو ته کوم چې مونږ دَ دوی مختلفو ډلو ته دَ استعمال دپاره ورکړی۔ ف۷۶ اؤ مهٔ پهٔ دوی خفه کېږه اؤ ټیټ کړه خپل لاسونه ایماندارو دپاره ۔ ف۷۷
ف۷۶: یعنی یهودو اؤ مشرکانو دَ الله دښمنانو ته چې دَ دنیا دَ ژوند کوم سامان ورکړې شوے دے نو تهٔ دا فکر مهٔ کوه چې دا سامان دې بدبختو ته ولې ورکړې شوے دے؟ کهٔ مسلمانانو ته ورکړې شوے وې نو دَ دین پهٔ کار به راغلے وهٔ ۔ تا ته الله تعالیٰ دَ قرآن دولت درکړے دے چې دَ آخرت نعمتونه پرې حاصلیږی۔ دوی پرېږده چې پهٔ دنیا کښې څو ورځې مزې وکړی آخری انجام اؤ ابدی ژوند ېٔ خراب دے ۔ یو روایت دے ۔ چا ته چې الله تعالیٰ قرآن ورکړے دے بیا هغهٔ دَ دنیا دَ بل نعمت خواهش وکړو نو هغهٔ دَ قرآن قدر ونهٔ پېژندو (دَ دې نعمت به پس دَ بل نعمت څهٔ ضرورت نشته)
ف۷۷: یعنی تهٔ دا غم مهٔ کوه چې دوی ایمان ولې نهٔ راؤړی؟ ستا ذمه واری خو دَ الله پیغام رسؤل وو۔ تا خپله ذمه واری پوره کړه ۔ نو دَ دوی غم مهٔ کوه ۔ ستا دَ همدردیٔ اؤ دَ رحم و کرم حقدار مسلمانان دی دَ هغوی سره دَ نرمۍ اؤ شفقت سلوک کوه ۔
وَ قُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُۚ۝۸۹
اؤ ورته ووایه چې زهٔ هم هغه یم ویرونکے څرګند۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی څوک پرې یقین کوی اؤ کهٔ نهٔ کوی خو دَ الله کلام صفا صفا بیانؤم اؤ تاسو دَ ناکاره کارونو دَ انجام نه پوره پوره خبرؤم۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ ستا کار زړونه بدلؤل نه دی دا دَ الله کار دے کهٔ څوک ایمان نه راؤړی تهٔ ېٔ غم مهٔ کوه ۔
كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَۙ۝۹۰
لکه څنګه چې مونږ راستؤلے هغه تقسیم کؤنکیو ته۔
الَّذِیْنَ جَعَلُوا الْقُرْاٰنَ عِضِیْنَ۝۹۱
چا چې کړو قرآن ټوټې ټوټې ف۷۹
ف۷۹: دَ دې آیت ګڼ تفسیرونه شوی دی۔ ځنو وئیلی دی۔ مقتسمین: تقسیم کؤنکیو نه مراد اهلِ کتاب دی چې هغوی قرآن ټوټې ټوټې کړے وهٔ ۔ کوم آیتونه چې به دَ دوی دَ منشا موافق وو هغه به ېٔ منل اؤ چې کوم به ترې خلاف وو هغې نه به ېٔ انکار کؤلو۔ مطلب دا شو چې مونږ پهٔ تا باندې قرآنِ عظیم دغه شان نازل کړے دے لکه مخکښینی کتابونه توریٰت اؤ انجیل چې مو نازل کړی دی نو دَ الله دَ طرف نه وحې اؤ کتاب راتلل څهٔ ناشنا کار نهٔ دے دَ دې نه مخکښې هم شوے دے۔ ځنو مفسرانو دَ مقتسمین نه خو اهلِ کتاب مراد کړی دی اؤ دَ قرآن نه ېٔ مطلب مخکښینی کتابونه اخستی دی۔ یعنی اهلِ کتابو خپل کتابونه ټوټې ټوټې کړی دی۔ پهٔ ځنو حکمونو عمل کوی اؤ ځنی ېٔ بدل کړی دی دَ هغې پهٔ ځائې ېٔ پکښې دَ ځانه خبرې لګؤلی دی۔ ځنو مفسرانو وئیلی دی چې دَ مقتسمین نه دَ مکې مشرکان مراد دی، هغوی به دَ خندا دپاره دَ قرآن تقسیم کؤلو۔ دَ قرآن دَ سورتونو پهٔ نومونو پورې به ېٔ خندا کؤله ۔ یو بل ته به ېٔ وې هلکه بقره (غوا)به زهٔ اخلم اؤ عنکبوت (جولاګے) به تا ته درکؤم ، اؤ دغه شان به ېٔ خنداګانې کؤلے۔ دوی پهٔ یوه بله طریقه هم دَ قرآن دَ مضامینو تقسیم کړے وهٔ ۔ چا به ورته شاعری وې ، چا کهانت اؤ چا دَ لیونو خبرې اؤ چا پخوانیٔ قصې ۔ نو دې ټولو ته خبردارے ورکړې شو چې زهٔ تاسو دَ یو یقینی عذاب نه ویرؤم (چې څنګه پهٔ تېرو قومونو عذاب راغې پهٔ تاسو به هم راشی) ابنِ کثیرؒ دَ مقتسمین معنٰی قسم خوړونکی کړے ده ۔ یعنی هغه قومونه چې دَ پېغمبرانو دَ خلاف کؤلو قسم ېٔ خوړلے وهٔ ۔ یا دَ دروغو قسمونه به ېٔ خوړل اؤ دَ الله کلام ېٔ ټوټې کؤلو چې څنګه عذاب پهٔ هغو راغلے دے دغه شان عذاب نه دا پېغمبرﷺ تاسو هم ویروی ۔ دَ دې معنٰی پهٔ مرسته کښې ابنِ کثیرؒ دا آیتونه پېش کړی دی۔
تَقَاسَمُوْا بِاللہِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَ اَهْلَهٗ (سوره نمل ، رکوع ۴)
وَ اَقْسَمُوْا بِاللہِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَا یَبْعَثُ اللہُ مَنْ یَّمُوْتُ ؕ (سوره نحل ، رکوع ۵)
اَوَلَمْ تَکُوْنَوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَالَکُمْ مِّنْ زَوَالٍ ۝(سوره ابراهیم، رکوع ۷)
فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَۙ۝۹۲
نو قسم ستا پهٔ رب چې تپوس به کوؤ دَ دې ټولو نه ۔
عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۹۳
څهٔ چې دوی کوی۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی تپوس به ترې کیږی چې تاسو دَ چا عبادت کؤلو اؤ دَ پېغمبرانو سره مو څهٔ سلوک وهٔ؟ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ مو ولې نهٔ منلو؟ دا اؤ دَ دې قسم نه الله خبر چې څومره تپوسونه به وی پهٔ هره معامله کښې۔
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَ اَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ۝۹۴
نو تهٔ ورته صفا صفا واؤروه چې څهٔ تا ته حکم شوے اؤ پروا مهٔ کوه دَ مشرکانو ف۸۱
ف۸۱: یعنی تهٔ پهٔ خپل کار کښې سستی مهٔ کوه ۔ ښهٔ صفا صفا ورته ټولې خبرې اوروه ۔ دوی تا ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔
اِنَّا كَفَیْنٰكَ الْمُسْتَهْزِءِیْنَۙ۝۹۵
مونږ کافی یو ستا له طرفه مسخرې کؤنکیو ته ۔ ف۸۲
ف۸۲: یعنی پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې به زهٔ دَ دې انکار کؤنکیو سره پوهېږم ۔ تهٔ هېڅ پروا مهٔ کوه چې زهٔ دې ملګرے یم نو دوی درته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔
الَّذِیْنَ یَجْعَلُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ١ۚ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ۝۹۶
هغه چې شریکوی دَ الله سره دَ بل بندګی ۔ نو ډېر ژر به ورته پته ولګی۔ ف۸۳
ف۸۳: یعنی پهٔ رسولﷺ پورې خندا کؤلو اؤ دَ الله دَ حکم نهٔ منلو دواړو خبرو نتیجه به ورته معلومه شی۔
وَ لَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ یَضِیْقُ صَدْرُكَ بِمَا یَقُوْلُوْنَۙ۝۹۷
اؤ مونږ خبر یو چې ستا زړهٔ تنګیږی دَ دوی پهٔ خبرو ۔
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَ كُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَۙ۝۹۸
نو تهٔ پاکی بیانوه دَ خپل رب دَ صفتونو اؤ شه پهٔ سجده کؤنکیو کښې ۔ ف۸۴
ف۸۴: یعنی کهٔ دَ دوی پهٔ خبرو دې زړهٔ تنګیږی نو خپله توجه دې دوی نه واړوه ۔ دَ خپل رب پهٔ عبادت اؤ حمد و ثنا کښې مشغول وسه ۔ نمونځ ، عبادت اؤ دَ الله یاد داسې څیزونه دی چې زړهٔ پرې مطمئن کیږی۔ اؤ غم فکر لرې کیږی۔ اؤ غم و فکر لرې کیږی۔ دَ نبی کریمﷺ دا عادت وهٔ چې کله به څهٔ مشکله خبره ورمخکښې شوه نو هغوی به پهٔ نمانځهٔ ودرېدل۔
وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰی یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ۠۝۹۹
اؤ بندګی کوه دَ خپل رب تر دې چې راشی درته یقینی خبره ۔ ف۸۵
ف۸۵: یعنی مرګ دَ یقین لفظ بل ځائې کښې هم دَ مرګ پهٔ معنٰی راغلے دے۔ وَ کُنَّا نُکَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِ۝ حَتّٰۤی اَتٰنَا الْیَقِیْنِ ۝(سوره مدثر ، رکوع ۲)
پهٔ حدیث شریف کښې دَ یو سړی متعلق دَ حضورﷺ فرمان دے۔ اَمَّا هُوَ فَقَدْ جَآءَهُ الْیَقِیْنُ وَ اِنِّیْ لَاَرْجُوْ لَهُ الْخَیْرَ۔ ټولو مشرانو مفسرانو دلته یقین دَ مرګ پهٔ معنٰی اخستې دے یعنی تر مرګه دَ الله پهٔ ذکر اؤ عبادت کښې مشغول وسه ۔
اندریں رہ میتراش و میخراش
تادمِ آخر دمے فارغ مباش
(دَ سلوک پهٔ لاره کښې تراش خراش ډېر دے
ځکه تر مرګه ځان فارغ کوه مه )
کومو عارفینو چې دغه ځائې کښې ”یقین“ دَ کیفیت قلبیه پهٔ معنٰی اخستې دے دَ دې توجیه روح المعانی کښې ذکر شوی ده هلته دې وکتې شی ۔ تم سورة الحجر والله الحمد والمنة وهو المسئول ان یتوفانا علٰی اکمل الاحوال و احسنها فانه جواد کریم ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ النَّحْلِ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ مِائَۃٌ وَّ ثَمَانِ وَّ عِشْرُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتَّۃ عَشَرَ رُکُوْعَا
سورت نحل مکّه کښې نازل شوے، اؤ دَ دې یو سل(۱۰۰) اتهٔ ویشت (۲۸) آیتونه اؤ شپاړس رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
اَتٰۤی اَمْرُ اللّٰهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْهُ١ؕ سُبْحٰنَهٗ وَ تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۝۱
راورسېدو دَ الله حکم نو تاسو ورته تلوار مهٔ کویٔ ۔ ف۱ هغه پاک دے اؤ ډېر وچت دے دَ هغه څهٔ نه چې دوی ېٔ ورسره شریکوی۔ ف۲
ف۱: یعنی دَ الله دَ دې حکم وخت نژدے شو چې پېغمبر علیه السّلام اؤ دَ هغهٔ ډله به غالب کیږی اؤ کفر اؤ شرک به مغلوب کیږی۔ یعنی پهٔ دنیا کښې دَ غازیانو دَ لاسه اؤ پهٔ آخرت کښې خپله دَ احکم الحاکمین پهٔ دربار کښې به مشرکان خوار و ذلیل شی اؤ دَ خپل عمل سزا به مومی۔ قیامت هم څهٔ لرې نهٔ دے۔ اؤ دَ کوم کار کېدل چې یقینی وی هغه شوے ګڼلے شی۔ نو چې نژدے دے نو بیا دَ تلوار جوړؤلو څهٔ ضرورت دے؟ کافرو به دَ خندا دپاره وې چې دَ کوم عذاب تهٔ وعدې کوے هغه ژر ولې نهٔ راولے چې معامله غوڅه شی؟ نو دَ هغې خبردارے ورکړې شو۔ چې تلوار ډېر مهٔ کویٔ بس نژدے دے رابه شی۔ اؤ کهٔ څهٔ وروستو والې پکښې راځی نو پهٔ دې کښې هم ستاسو خیر دے۔ ممکنه ده چې دَ چا قسمت ښهٔ وی دَ عذاب نه مخکښې توبه وباسی اؤ بچ شی۔ وَ یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بَالْعَذَابِ ؕ وَ لَوْ لَاۤ اَجَلٌ مُسَمًّی لَّجَآءَهُمُ الْعَذَابُ ؕ (سوره عنکبوت ، رکوع ۵) (دوی دَ عذاب تلوار کوی نو کهٔ دَ عذاب نېټه مقرر نهٔ وې اوس به پرې عذاب راغلے وهٔ)
ف۲: یعنی هر کله چې دَ حق غلبه اؤ دَ کفر اؤ شرک سزا یقینی ده نو بیا تاسو حق ومنیٔ اؤ دَ شرک نه واپس شیٔ ۔ کوم خدایان چې تاسو جوړ کړی دی پهٔ دوی کښې یو هم نهٔ دَ الله حکم بدلؤلے شی اؤ نهٔ دَ هغهٔ عذاب واپس کؤلے شی۔
یُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ بِالرُّوْحِ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اَنْ اَنْذِرُوْۤا اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاتَّقُوْنِ۝۲
هغه راستوی فرښتې ف۳ دَ وحې سره ف۴ پهٔ خپل حکم پهٔ خپلو بندیانو پهٔ چا چې ېٔ خوښه وی۔ ف۵ چې خلق خبردار کړیٔ چې نشته عبادت دَ بل چا بې زما نه ، نو ما نه ویرېږیٔ۔ ف۶
ف۳: یعنی دَ فرښتو دَ قِسم نه څهٔ فرښتې لکه جبرئیلؑ یا دَ وحې حفاظت کؤنکی نورې فرښتې کومو ته چې پهٔ دې آیت کښې اشاره شوے ده ۔ فَاِنَّهٗ یَسْلُكُ مِنْۢ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهٖ رَصَدًا (سوره جن ، رکوع ۲)
ف۴: دلته دَ روح نه مراد وحې ده کومه چې دَ الله دَ طرف نه خپلو رسولانو ته پهٔ نظر نهٔ راتلونکے طریقه دَ راز پهٔ شان پټه راځی لکه بل ځائې چې قرآن فرمائی ۔
یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ (سوره مؤمن ، رکوع ۲) بل ځائې دَ قرآن متعلق ارشاد دے۔ وَکَذٰلِكَ اَوْحَیْنَآ اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا ؕ (سوره شوریٰ ، رکوع ۵)
وحې ته روح وئیلو کښې دې خبرې ته اشاره ده چې څنګه پهٔ ظاهری بدن کښې دَ روح پهٔ برکت ژوند پیدا کیږی دغه شان زړونه چې دَ جهالت اؤ ګمراهیٔ پهٔ مرض مړهٔ شوی وی دَ وحې الٰهی دَ روح پهٔ برکت پاکیزه ژوند بیا مومی۔
ف۵: هغهٔ خوښ کړی بندګان نبیان علهم السّلام دی چې الله تعالیٰ ېٔ پهٔ خپلو ټولو بندګانو کښې دَ خپل پیغام رسؤلو دپاره چوڼ کوی۔ اَللہُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗ (سوره انعام ، رکوع ۱۵) اَللہُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰٓئِکَةِ رُسُلًا وَّ مِنَ النَّاسِ ؕ (سوره الحج ، رکوع ۱۰) الله تعالیٰ چوڼ کوی دَ فرښتو نه رسولان (دَ وحې رسؤلو دپاره) اؤ دَ بنیادمو رسولان (خلقو ته دغه پیغام رسؤلو دپاره)
ف۶: یعنی دَ توحید تعلیم ، دَ شرک نه منع کؤل ، اؤ دَ تقویٰ اؤ پاک ژوند تېرؤلو بلنه همېشه راسې دَ ټولو نبیانو مشترک مقصد پاتې شوے دے (دَ توحید دپاره دا یو تاریخی دلیل شو ورپسې عقلی دلیل بیانیږی)۔
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِالْحَقِّ١ؕ تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۝۳
هغهٔ جوړ کړل آسمانونه اؤ زمکه صحیح صحیح ۔ هغه ډېر لوئے دے دَ هغه څهٔ نه چې دوی ېٔ ورسره شریکوی ۔ ف۷
ف۷: یعنی دَ زمکې اؤ آسمانونو انتظام داسې مضبوط اؤ مربوط دے چې کهٔ بنده ورته فکر وکړی نو خامخا ېٔ دا یقین پیدا شی چې دَ دې ټول کائنات دا تړلے نظام ضرور دَ یو مالک و مختار پهٔ لاس دے۔ کهٔ مالکان ېٔ ګڼ وې نو ضرور به پکښې څهٔ ګړبړ راغلی وهٔ ۔ اؤ پهٔ کروړنو کاله به داسې پهٔ یو شان نهٔ وو چلیدلی۔ ضرور به دَ الله پهٔ کار کښې دَ دې ګڼو مالکانو پهٔ خپلو کښې پهٔ څهٔ اختلاف راغلے وهٔ ۔ لَوْ کَانَ فِیْهِمَاۤ اٰلِهَةٌ اِلَّا اللہُ لَفَسَدَتَا (سوره انبیاء ، رکوع ۲) (کهٔ پهٔ دې زمکه اؤ آسمانونو کښې دَ یو الله نه علاوه نور خدایان هم وې نو دا نظام به خراب شوے وهٔ)
اِذًا لَّذَهَبَ کُلُّ اِلٰهٍۭ بِمَا خَلَقَ وَ لَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ (سوره المؤمنون ، رکوع ۵)
(یعنی کهٔ ګڼو وې نو خپلو کښې به ېٔ ټکر راغلے وهٔ ، هر یو به دَ خپل مخلوق پره کؤله اؤ پهٔ یو بل به ېٔ زیاتے کؤلو ۔ نو داسې حالت کښې دَ دنیا نظام کله درست پاتې کېدے شو)
خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ۝۴
پیدا ېٔ کړو انسان دَ یو څاڅکی نه ۔ نو بیا پهٔ جګړو اؤ پهٔ خبرو شو۔ ف۸
ف۸: یعنی دَ آسمانونو اؤ زمکې انتظام سمؤلو نه پس ېٔ تاسو (بنیادم) پیدا کړیٔ اوس تاسو خپل پیدائش ته وګوریٔ اؤ غور و فکر وکړیٔ نو دَ الله تعالیٰ دَ کامل قدرت احساس به درته وشی۔ ستاسو حقیقت څهٔ دے یو بې حیثیت څاڅکے چې نهٔ پکښې څهٔ حرکت اؤ طاقت وهٔ اؤ نهٔ عقل شعور ۔ نهٔ ېٔ خبرې کؤلے شوې اؤ نهٔ پکښې دا طاقت وهٔ چې دَ خپل حق دپاره ېٔ چا سره جګړه اچؤلے وې۔ الله تعالیٰ دَ دې بې کاره څاڅکی نه انسان پیدا کړو۔ عقل فکر اؤ طاقت ېٔ ورکړو اؤ دَ خبرو چل ېٔ ورته وښیٔلو نو اوس ترېنه خپل حقیقت هېر شو۔ پهٔ ځائې دَ دې چې دَ هغه الله احسان ېٔ منلے وې اؤ شکر ېٔ ادا کړے وې۔ دهٔ دَ الله پهٔ حق کښې جګړې شروع کړې اؤ دَ هغهٔ دَ منلو نه ېٔ انکار وکړو بلکې دَ هغهٔ سره مقابلې ته ودرېدو اؤ دې ته نهٔ ګوری چې زهٔ څهٔ ووم اؤ الله رانه څهٔ جوړ کړو۔
اَوَلَمْ یَرَالْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۝ وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَّ نَسِیَ خَلْقَهٗ ؕ قَالَ مَنْ یُّحْیِ الْعِظَامَ وَ هِیَ رَمِیْمٌ ۝ قُلْ یُحْیِیْهَا الَّذِیْۤ اَنْشَأَهَاۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ وَ هُوَا بِکُلِّ خَلْقٍ عَلِیْمُ۝ (سوره يٰسٓ ، رکوع ۵)
وَ الْاَنْعَامَ خَلَقَهَا١ۚ لَكُمْ فِیْهَا دِفْءٌ وَّ مَنَافِعُ وَ مِنْهَا تَاْكُلُوْنَ۪۝۵
اؤ څاروی ېٔ هم پیدا کړل ستاسو دپاره پهٔ دې کښې ګرمې جامې دی اؤ نورې ډېرې فائدې اؤ ځنی تاسو خوریٔ۔ ف۹
ف۹: یعنی ستاسو دَ فائدې دپاره ېٔ څاروی ګډې بزې ، غوا ، اوښان اؤ نور څاروی پیدا کړل چې پهٔ هغې کښې دَ ځنو دَ وېښتو نه تاسو ګرمې جامې ، کمبلې ، خېمې اؤ نور څیزونه جوړویٔ ، دَ ځنو پئ څښیٔ ۔ غوښه ېٔ خوریٔ۔ کر کرونده پرې کویٔ اؤ سامان پرې وړیٔ راوړیٔ۔ دَ څرمنو نه ېٔ پیزار اؤ نور څیزونه جوړویٔ اؤ بې شماره فائدې ترې اخلیٔ ۔
وَ لَكُمْ فِیْهَا جَمَالٌ حِیْنَ تُرِیْحُوْنَ وَ حِیْنَ تَسْرَحُوْنَ۪۝۶
اؤ پهٔ دې ستاسو عزت دے چې نماښام ېٔ دَ څر نه واپس راولیٔ اؤ چې څر ته ېٔ بوځیٔ۔ ف۱۰
ف۱۰: څاروی چې کور تړلی وی نو دومره پته ېٔ نهٔ لګی خو سحر چې دَ څرېدو دپاره صحرا ته روان شی۔ یا نماښام ماړهٔ واپس شی نو خپل مالک ورته هم خوشحالیږی اؤ نور خلق ېٔ هم صفت کوی چې فلانی ته الله پاک څومره مال دولت اؤ عزّت ورکړے دے۔
وَ تَحْمِلُ اَثْقَالَكُمْ اِلٰی بَلَدٍ لَّمْ تَكُوْنُوْا بٰلِغِیْهِ اِلَّا بِشِقِّ الْاَنْفُسِ١ؕ اِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌۙ۝۷
اؤ وړی ستاسو بارونه درانهٔ داسې ښارونو ته چې تاسو نهٔ شویٔ رسېدې هلته مګر پهٔ سخت مشقت ۔ بېشکه ستاسو رب ډېر مهربانه دے رحم کؤنکے ف۱۱
ف۱۱: یعنی کوم ځائې ته چې بنده پهٔ خپلو ښپو پهٔ مشکله رسېدې شی هلته ېٔ څاروی پهٔ یوه منډه ورسوی اؤ دومره دروند پېټے چې بنده ېٔ وچتؤلې قدرې نهٔ هم نهٔ شی۔ دَ څاروؤ پهٔ ذریعه ۔ لرې لرې ځایونو ته بې تکلیفه ورسی۔ دا الله تعالیٰ څومره لوئے فضل دے چې دا څاروی زمونږ تابعدار کړی اؤ زمونږ پهٔ خدمت ېٔ لګؤلی دی۔ اؤ مونږ ته ېٔ دَ څاروؤ نه دَ کار اخستو اجازت راکړے دے اؤ څومره ګران کارونه ېٔ راته دَ څاروؤ پهٔ ذریعه آسان کړی دی۔ اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ اَیْدِیْنَاۤ اَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِکُوْنَ۝ وَ ذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَکُوْبُهُمْ وَ مِنْهَا یَأْکُلُوْنَ۝ (یٰسٓ ، رکوع ۵)
وَّ الْخَیْلَ وَ الْبِغَالَ وَ الْحَمِیْرَ لِتَرْكُبُوْهَا وَ زِیْنَةً١ؕ وَ یَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۸
اؤ اسونه اؤ قچرې اؤ خرونه ېٔ (پیدا کړل) چې تاسو پرې سورلیٔ وکړیٔ اؤ ښائست دپاره ، ف۱۲ اؤ پیدا کوی هغه څهٔ چې تاسو ته نهٔ دی معلوم ۔ ف۱۳
ف۱۲: یعنی سورلی پرې کویٔ اؤ خپل عزت اؤ شان پرې زیاتویٔ۔ پهٔ عربو کښې پهٔ خر باندې هم لکه دَ اَس سورلی کیږی۔ دَ هغه ځائې خرهٔ ډېر اعلٰی اؤ قیمتی وی ښائسته اؤ تېز رفتار وی لکه دَ اَس پهٔ شان بلکې ځنی خو پکښې دَ اَس نه هم زیات وی۔
ف۱۳: یعنی دَ دې څاروؤ نه علاوه نور هم الله تعالیٰ ستاسو دَ فائدې دپاره دومره څیزونه پیدا کړی دی اؤ پیدا کوی ېٔ چې تاسو ترېنه خبر هم نهٔ ییٔ (پهٔ دې کښې دَ سورلیٔ هغه ټول څیزونه راغلل کوم به چې تر قیامته راپیدا کیږی۔
وَ عَلَی اللّٰهِ قَصْدُ السَّبِیْلِ وَ مِنْهَا جَآىِٕرٌ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ۠۝۹
اؤ الله ته رسی نېغه لار ۔ اؤ ځنې لارې کږې هم دی ۔ ف۱۴ اؤ کهٔ هغهٔ غوښتے نو ټول به ېٔ روان کړی ویٔ پهٔ نېغه لار ۔ ف۱۵
ف۱۴: اول دا ذکر وشو چې تاسو پهٔ څاروؤ سورلی کویٔ اؤ پیټی پرې وړیٔ اؤ لرې لرې مزلے پهٔ اسانه کویٔ نو دا خو دَ جسمانی فائدو اؤ دَ سفر حال وهٔ دَ دې پهٔ مناسبت اوس دَ روحانی سفر حال بیانیږی چې څنګه تاسو دَ دنیا پهٔ کارونو پسې دَ زمکې پهٔ لارو مزلے کویٔ۔ دغه شان خپل خالق ته دَ نژدے کېدو دپاره دپاره هم خپله لاره ده ۔ نو څوک چې عقل لری اؤ غوروفکر کوی هغه خو به دَ توحید پهٔ نېغه لار روان شی خپل خالق ته به ورسی اؤ څوک چې غور و فکر نهٔ کوی۔ هغه به نېغه لار پرېږدی اؤ پهٔ کږو وږو لارو به روان شی پهٔ ګډو وډو به سر شی اؤ دَ خپل خالق نه به لرې وځی۔ وَ اَنَّ هٰذَا صِرَاطِیْ مُسْتَقِیْمًا فَاتَّبِعُوْهُ وَلَا تَتَّبِعُ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِکُمْ عَنْ سَبِیْلِهٖ (سورہ انعام ، رکوع ۱۹)
ف۱۵: یعنی الله پاک ته څهٔ ګرانه نهٔ وه چې ټول مخلوق ېٔ پهٔ نېغه لار روان کړے وې خو دَ هغهٔ حکمت دا نهٔ غوښته چې خلق پهٔ زور یوې لارې ته راواړوی۔
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً لَّكُمْ مِّنْهُ شَرَابٌ وَّ مِنْهُ شَجَرٌ فِیْهِ تُسِیْمُوْنَ۝۱۰
هم هغه دے چې راکوزې کړی ېٔ دی تاسو دپاره دَ آسمان نه اوبه چې تاسو ترې څښیٔ اؤ هم پهٔ هغې بوټی ټوکیږی چې تاسو پرې څاروی ساتیٔ ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی اوبهٔ ېٔ دَ څښلو قابلې کړې اؤ هم دَ اوبو پهٔ برکت ېٔ تاسو دپاره فصلونه ونې اؤ ګیاګانې زرغونې کړې چې تاسو ېٔ هم خوریٔ اؤ ستاسو څاروی ېٔ هم خوری۔
یُنْۢبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَ الزَّیْتُوْنَ وَ النَّخِیْلَ وَ الْاَعْنَابَ وَ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ۝۱۱
هغه زرغونوی پهٔ دې اوبو ستاسو دپاره فصلونه اؤ خونهٔ اؤ کجورې اؤ انګور اؤ دَ هر قسم مېوې۔ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې غور کوی۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی یوه خاوره اؤ یو اوبهٔ دی اؤ الله تعالیٰ ورباندې پهٔ خپل قدرت قسما قسم مېوې ، فصلونه اؤ سبزیٔ زرغونوی چې شکلونه ، رنګونه اؤ تاثیر ېٔ دَ یو بل نه بالکل جُدا وی۔ دَ غور و فکر کونکیو دپاره پهٔ دې کښې هم دَ الله تعالیٰ دَ کامل قدرت اؤ کاریګریٔ ډېرې نښانې دی چې یوه خاوره یو اوبهٔ یوه هوا یو دَ نمر رڼا اؤ څیزونه قسما قسم راټوکوی۔
وَ سَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ١ۙ وَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ١ؕ وَ النُّجُوْمُ مُسَخَّرٰتٌۢ بِاَمْرِهٖ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَۙ۝۱۲
اؤ ستاسو پهٔ کار مو لګؤلی شپهٔ اؤ ورځ ، اؤ نمر اؤ سپوږمۍ اؤ ستوری هم پهٔ کار کښې لګیا دی دَ هغهٔ پهٔ حکم ۔ ف۱۸ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې عقل لری۔
ف۱۸: شپهٔ ورځ برابر پهٔ یو بل پسې دغسې راروانې دی چې خلق دَ ورځې دنیاوی کاروبار وکړی اؤ دَ شپې آرام وکړی سبا کار ته بیا تازه شی۔ نمر اؤ سپوږمۍ پهٔ خپله مقرره لاره پهٔ خپل وخت برابر چلیږی۔ پهٔ طلوع اؤ غروب اؤ موسمونو بدلېدو کښې دَ بنیادم دپاره بېشماره فائدې دی۔ بلکې کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ دې نه بغیر دَ بنیادم ژوند ناممکن دے۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل کامل قدرت نمر ، سپوږمۍ ، ستوری ، هوا ، اوبهٔ اؤ نور بې شماره څیزونه لکه دَ خادمانو زمونږ پهٔ کار لګؤلی دی دَ یو ذرّې نافرمانیٔ جمال ېٔ نشته لېکن دَ ورځې شپې اؤ نمر سپوږمۍ فائدې ډېرې څرګندې دی۔ اؤ دَ نورو څیزونو کار دومره څرګند نهٔ دے۔ نو دَ دوی ذکر ېٔ وکړو اؤ نور څیزونه ېٔ پرېښؤل۔
وَ مَا ذَرَاَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ۝۱۳
اؤ کوم څیزونه چې ېٔ خوارهٔ کړی ستاسو دپاره پهٔ زمکه کښې رنګ پهٔ رنګ بېشکه ف۱۹ پهٔ دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې سوچ کوی۔
ف۱۹: یعنی کوم مهربانه رب چې ستاسو دپاره پهٔ آسمان کښې دا څیزونه پیدا کړی دی هغه ستاسو دَ فائدې دپاره پهٔ زمکه هم بې شماره څیزونه خوارهٔ کړی دی چې پهٔ اصلیت ، رنګ ، شکل کښې دَ یو بل نه مختلف دی۔ پهٔ دې کښې څاروی ، ونې بوټی ، فصلونه ، معدنیات اؤ نور دَ کار څیزونه ټول راغلل چې دَ ځنو فائدې مونږ ته معلومې دی اؤ دَ ځنو نهٔ دی معلومې۔
وَ هُوَ الَّذِیْ سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَاْكُلُوْا مِنْهُ لَحْمًا طَرِیًّا وَّ تَسْتَخْرِجُوْا مِنْهُ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا١ۚ وَ تَرَی الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِیْهِ وَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۱۴
اؤ هم هغه دے چې پهٔ کار ېٔ لګؤلے دریاب ، چې خوریٔ تاسو دَ هغې نه تازه غوښه اؤ چې راوباسیٔ ترېنه کالی۔ چې اچوی ېٔ ۔ اؤ تهٔ ګورې چې کشتۍ اوبهٔ شلوی روانې دی پهٔ دې (دریاب) کښې ف۲۰ اؤ چې تاسو تلاش کړیٔ دَ هغهٔ فضل اؤ چې تاسو احسان ومنیٔ ۔ ف۲۱
ف۲۰: یعنی دا زبردست سمندر چې دَ هغې مخکښې دَ بنیادم هېڅ حیثیت هم نشته۔ دا سمندر هم الله تعالیٰ زمونږ پهٔ خدمت لګؤلے دے۔ قسما قسم ماهیان راته ساتی چې ښکار ېٔ کوؤ تازه اؤ خوندناکه غوښه وخورو۔ اؤ دَ سمندر پهٔ ځنې حصّه کښې قیمتی ملغلرې اؤ سیپۍ پیدا کیږی۔ دَ هغې نه کالی اؤ نور دَ ښائست سامان تیاریږی۔ اؤ یواځې دا نهٔ دَ دې سمندر پهٔ سینه مونږ کشتۍ اؤ لوئی لوئی جهازونه چلوؤ اؤ پهٔ زرګونو میله مزل اؤ پهٔ لکونو منه سامان بې تکلیفه لرې لرې ملکونو ته وړو۔
دا هم دَ الله تعالیٰ یو لوئے احسان دے چې بنیادم ته ېٔ عقل ورکړے دے اؤ دَ داسې څیزونو نه دَ فائدې اخستو چل ېٔ ورته ښیٔلے دے۔
ف۲۱: یعنی دریاب ېٔ تاسو ته تابع کړو چې تاسو دَ کشتیو اؤ جهازونو پهٔ ذریعه دَ یو ملک نه بل ملک ته سفر وکړیٔ اؤ دَ تجارت سامان یوسیٔ راؤړیٔ اؤ ځان ته فراخ رزق وګټیٔ اؤ پهٔ دې دَ الله احسان ومنیٔ اؤ شکر وباسیٔ۔
وَ اَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَ اَنْهٰرًا وَّ سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَۙ۝۱۵
اؤ پهٔ زمکه ېٔ کښېښؤل غرونه چې تاسو سره یو طرف ته کږه نهٔ شی، ف۲۲ اؤ روان ېٔ کړل خوړونه ف۲۳ اؤ جوړې ېٔ کړې لارې چې تاسو بکښې لار بیا مومیٔ ف۲۴
ف۲۲: یعنی الله تعالیٰ پهٔ زمکه کښې درانهٔ درانهٔ غرونه پیدا کړل چې دا زمکه چرته یو طرف ته وانهٔ وړی اؤ تاسو ټول تباه نهٔ کړی۔ دَ احادیثو نه معلومیږی چې زمکه اول چې پیدا شوه نو ډېره خوزېده اؤ رپېده ۔ بیا الله تعالیٰ پکښې درانهٔ درانهٔ غرونه پیدا کړل نو پهٔ ځائې ودرېده ۔ نوې سائنس هم دا منی چې دَ غرونو پهٔ برکت زلزلو کښې ډېر کمې راغلے دے۔ بهرحال دا خبره چې زمکه حرکت کوی کهٔ ساکنه ده۔ دې سره دَ آیت څهٔ تعلق نشته۔ دَ غرونو پهٔ ذریعه دَ زمکې غیر اختیاری حرکت بند شوے دے۔ دائمی حرکت کوم کښې چې دَ عالمانو اختلاف دے هغه نهٔ دے بند شوے۔
ف۲۳: یعنی خوړونه اؤ دریابونه راوځی خو چرته دَ غرونو نه ، لېکن دَ الله پهٔ حکم پهٔ زرګونو میله پهٔ میدانونو کښې بهیږی اؤ هغه ځائې ته ورسی دَ چا رزق چې پهٔ دې اوبو کښې لیکلے دے۔
ف۲۴: یعنی دَ یو ملک نه بل ملک ته سفر وکړې شیٔ۔
وَ عَلٰمٰتٍ١ؕ وَ بِالنَّجْمِ هُمْ یَهْتَدُوْنَ۝۱۶
اؤ جوړې ېٔ کړې علامې ، ف۲۵ اؤ دَ ستوریو پهٔ ذریعه خلق لار بیا مومی۔ ف۲۶
ف۲۵: یعنی غرونه ، چینې ، ونې ، غونډۍ اؤ نورې داسې بې شماره نخښې چې خلق پرې لار معلوموی اؤ دَ یو ځائې نه بل ځائې ته ځی۔
ف۲۶: دَ شپې پهٔ سمندر کښې اؤ پهٔ اوچه هم دَ ستوریو پهٔ مدد طرف معلومیږی اؤ دَ لارې اندازه لګی۔ دَ قطب نما پهٔ ذریعه لار معلومؤل هم دَ ستوریو برکت دے۔
اَفَمَنْ یَّخْلُقُ كَمَنْ لَّا یَخْلُقُ١ؕ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ۝۱۷
ښه نو کوم رب چې پیدا کؤل کوی هغه برابر دے هغه چا سره چې هېڅ نهٔ شی پیدا کؤلے آیا تاسو سوچ نهٔ کویٔ؟ ف۲۷
ف۲۷: یعنی تاسو فکر وکړیٔ چې دا څومره غټ جهالت دے چې کوم څیز دَ یو مچ وزر قدرې نهٔ شی پیدا کؤلے۔ بنیادم هغهٔ ته سجدې وکړی اؤ دَ هغه لوئی الله سره ېٔ برابر وګڼی چا چې دا تمامه دنیا پیدا کړے ده اؤ پهٔ تاسو ېٔ دومره احسانونه کړی دی۔ اصل خبره دا ده چې بنیادم ډېر ناشکره اؤ احسان فراموش دے۔
وَ اِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۸
اؤ کهٔ تاسو شمار کړیٔ دَ الله نعمتونه ، نو پوره به ېٔ نهٔ کړې شیٔ، ف۲۸ بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۲۹
ف۲۸: یعنی کوم نعمتونه چې پورته بیان شو ”مشتے نمونه از خروارے“ وهٔ ۔ باقی دَ الله تعالیٰ نعمتونه خو دومره دی چې دَ هغې تاسو پهٔ هېڅ شان شمېر نهٔ شیٔ کؤلے۔
ف۲۹: یعنی دَ دومره احسانونو پوره شکر خو بنده نهٔ شی ادا کؤلے۔ دې دپاره کهٔ پهٔ شکر ادا کؤلو کښې څهٔ کمې پاتې شی نو هغه به ورته الله تعالیٰ پهٔ خپل رحم معاف کړی اؤ پهٔ لږ شان شکر به ډېر اجر ورکړی۔ یا دا چې څوک دَ تېرو ناشکریو نه توبه وباسی اؤ تابعدار شی نو زاړهٔ ګناهونه ورته الله تعالیٰ پهٔ خپل رحم معاف کړی۔ بلکې دَ الله تعالیٰ رحم خو دومره ډېر دے چې پهٔ ناشکره بنیادم باندې هم پهٔ دنیا کښې خپل نعمتونه نهٔ بندوی۔ بلکې سره دَ ناشکریٔ اؤ نافرمانیٔ هم پهٔ دنیا کښې بې شماره نعمتونه ورکوی۔
وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَ مَا تُعْلِنُوْنَ۝۱۹
اؤ الله ته معلوم دی څهٔ چې تاسو پټویٔ اؤ څهٔ چې څرګندویٔ ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی الله تعالیٰ ته ستاسو پټ عملونه اؤ څرګند هر څهٔ پوره پوره معلوم دی۔ اؤ هغه خبر دے چې څوک ېٔ پهٔ زړهٔ اؤ پهٔ ظاهری عمل څومره شکر ادا کوی اؤ څوک ترېنه محروم دی۔ یا دا چې څوک پهٔ دې خبرو کښې غور و فکر کوی اؤ دَ ایمان نعمت ېٔ نصیب کیږی اؤ څوک سره دَ دې څرګندو دلیلونو غور و فکر نهٔ کوی اؤ دَ حق منلو نه منکر دی۔ الله تعالیٰ ته ټول معلوم دی اؤ هر چا ته به دَ خپل عمل مناسب بدله ورکوی۔
وَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّ هُمْ یُخْلَقُوْنَؕ۝۲۰
اؤ څوک چې تاسو بلیٔ دَ الله نه سېوا ، هغوی هېڅ نهٔ شی پیدا کؤلے ، هغوی خپله پیدا کړی شوی دی۔ ف۳۱
ف۳۱: حقیقی خالق اؤ معبود خو الله دے چا چې مونږ ته دا دومره نعمتونه راکړی دی، اوس تاسو دَ مشرکانو دې عقل ته وګوریٔ چې دَ داسې خالق اؤ مهربان مالک پهٔ مقابله کښې داسې څیزونه خدایان منی چې هغوی دَ بل څیز پیدا کؤلو خو څهٔ چې خپله دَ بل دَ لاسه جوړ دی۔
اَمْوَاتٌ غَیْرُ اَحْیَآءٍ١ۚ وَ مَا یَشْعُرُوْنَ١ۙ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ۠۝۲۱
مړی دی چې پکښې ساه نشته۔ ف۳۲ اؤ خبر نهٔ دی چې کله به پورته کؤلے شی۔ ف۳۳
ف۳۲: یعنی دوی چې دَ کومو څیزونو عبادت کوی دَ الله نه غیر هغه ټول مړهٔ اؤ بې ساه دی (یعنی دائمی مړهٔ دی لکه بتان یا اوس مړهٔ دی لکه مړهٔ بزرګان چې ځنی خلق ورته سجدې کوی اؤ مرادونه ترې غواړی یا دا چې مرګ ورته راتلونکے دے کهٔ فی الحال ژوندی هم دی خو مړهٔ کیدونکی دی لکه جنّات یا فرښتې یا مسیحؑ چې ځنې خلقو ېٔ عبادت کؤلو ) نو کوم څیز ته چې ژوند بل چا ورکړے دے اؤ هر وخت ېٔ ترې اخستے شی هغه څنګه دَ عبادت لائق کېدے شی۔ (دَ عبادت لائق خو هغه ذات دے چې ازل راسې حیّ و قیوم دے اؤ تر ابد به وی)
ف۳۳: یعنی دا عجیبه خدایان دی چې دَ دې نه هم نهٔ دی خبر چې قیامت به کله راځی۔ اؤ خپله دَ دوی نه یا دَ دوی دَ عبادت کؤنکیو نه به کله تپوس کؤلے شی اؤ حساب به ترې غوښتے شی۔ داسې بې ساه اؤ بې خبره مړیو ته خدائې وئیل غټ جهالت دے۔
اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ١ۚ فَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ قُلُوْبُهُمْ مُّنْكِرَةٌ وَّ هُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ۝۲۲
ستاسو معبود خو یو معبود دے۔ نو څوک چې یقین نهٔ کوی دَ آخرت پهٔ ژوند دَ هغوی زړهٔ ېٔ نهٔ منی اؤ دوی کبرژن دی۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی پاس چې کوم دلیلونه بیان شو هغه داسې څرګند اؤ صفا دی چې کهٔ څوک لږ غوندې فکر وکړی نو دَ توحید پهٔ حقیقت به پوهه شی۔ لېکن سوچ اؤ فکر خو به هغه څوک کوی دَ چا سره چې دَ خپل انجام فکر وی ، اؤ څوک چې دوباره ژوند هډو منی نه هغه دې دلیلونو ته نهٔ ګوری۔
لَا جَرَمَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَ مَا یُعْلِنُوْنَ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِیْنَ۝۲۳
یقینًا الله ته معلوم دی څهٔ چې دوی پټوی اؤ څهٔ چې څرګندوی۔ بېشکه هغه نهٔ خوښوی غرور کؤنکی۔ ف۳۵
ف۳۵: دَ کبر اؤ غرور پهٔ وجه چې تاسو دَ توحید نه انکار کویٔ نو پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې دَ دې سزا به مومیٔ۔ کبر ښهٔ شے نهٔ دے۔ تاسو چې پټ اؤ څرګند څهٔ کارونه کویٔ پهٔ ټولو الله پاک ښهٔ خبر دے۔ دَ ذرې ذرې بدل به درنه اخلی اؤ دَ هر وړوکی لوئی جزم سزا به درکؤلے شی۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ مَّا ذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ١ۙ قَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَۙ۝۲۴
اؤ کله چې دوی ته ووئیلی شی څهٔ نازل کړی ستاسو رب ، دوی وائی قیصیٔ دی دَ مخکښینیو خلقو۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی ناواقفه کسان چې دَ ځان خبرؤلو دپاره یا پوهه کسان دَ ازمېښت دپاره دَ مکّې دَ مشرکانو نه تپوس وکړی چې ستاسو رب څهٔ حکمونه راستؤلی دی یا دوی پهٔ خپلو کښې دَ استهزاء دپاره یو بل ته وائی چې ووایه ستاسو رب څهٔ نازل کړی دی۔ یعنی نبی کریمﷺ چې وائی چې دا قرآن دَ الله راستؤلے پیغام دے۔ نو ستاسو پهٔ خیال دَ هغهٔ دا دعویٰ څنګه ده رښتیا ده کهٔ دروغ؟ اؤ هغه چې کوم کلام ته دَ الله کلام وائی دَ هغې متعلق ستاسو څهٔ خیال دے؟ نو هغوی پهٔ ځواب کښې ووې چې (نعوذ بالله) هغه کلام کښې نور دی څهٔ ؟ خو دَ زړو کتابونو څهٔ بې دلیله خبرې دی، (توحید ، رسالت، جنّت ، دوزخ ، جزا و سزا) اؤ یا دَ تېرو قومونو زړې قصې دی چې څهٔ ثبوت ېٔ نشته۔ دغه دی پکښې نو نور څهٔ دی؟
لِیَحْمِلُوْۤا اَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ١ۙ وَ مِنْ اَوْزَارِ الَّذِیْنَ یُضِلُّوْنَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ١ؕ اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ۠۝۲۵
چې پورته کړی دوی خپل پېټے پوره پهٔ ورځ دَ قیامت ۔ اؤ څهٔ پیټی دَ هغه کسانو چې دوی ګمراه کړی دی بې تحقیقه ، واؤریٔ ډېر ناکاره پېټے دے کوم چې دوی پورته کوی۔ ف۳۷
ف۳۷: دَ دوی دَ دې خبرو نه مطلب دا دے چې دَ قرآن قدر کم کړی اؤ نور خلق ګمراه کړی اؤ دغه شان دَ خپلې ګمراهیٔ پوره پېټے هم پورته کړی اؤ دَ نورو دَ ګمراهیٔ پېټے هم ځان ته پهٔ شا کړی۔ نو فکر وکړیٔ چې څومره ناکاره پېټے دوی ځان ته جوړوی۔ پهٔ حدیث کښې دی ”وَ مَنْ دَعَا اِلیٰ ضَلَالَۃٍ کَانَ عَلَیْہِ مِنَ الْاِثْمِ مِثْلُ اٰثَامِ مِنِ اتَّبَعَہٗ لَا یَنْقُصُ ذٰلِكَ مِنْ اٰثَامِھِمْ شَیْئًا ۔“ قال اللہ تعالیٰ ”وَلَیَحْمِلُنَّ اَثْقَالَھُمْ وَ اَثْقَالًا مَّعَ اَثْقَالِھِمْ“ (سوره عنکبوت ، رکوع ۱)
چا چې بل سړے ګمراهیٔ ته راوبللو پهٔ هغهٔ هم دومره ګناه ده څومره ګناه چې دَ دغه کار تابعداری کؤنکی دی۔ اؤ دَ دې پهٔ وجه به دَ هغه کار کؤنکی څهٔ ګناه نهٔ کمیږی۔
قَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتَی اللّٰهُ بُنْیَانَهُمْ مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَیْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَ اَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ۝۲۶
بېشکه ټګی کړے ده دَ دوی نه مخکښې قومونو بیا راغلو دَ الله حکم دَ هغوی پهٔ ابادو دَ بنیادونو نه ۔ نو راپرې وتو پرې چت دَ بره نه اؤ راغلو ورباندې عذاب دَ داسې طرفه چې پته ورته هم نهٔ وه۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی دَ خلقو ګمراه کؤلو ته چې کوم چلونه دوی جوړوی دغه شان دَ دوی نه مخکښې قومونو هم خپل وس کړے دے۔ دَ نبیانو پهٔ مخالفت کښې ېٔ څهٔ کمے نهٔ دے کړے۔ خو چې کله ورباندې دَ الله عذاب راغلو نو بنیادونه ېٔ ورته ونړؤل ، اؤ دَ هغوی جوړې کړے پخې آبادیٔ هم دَ هغوی دپاسه راپرېوتې اؤ ورلاندې دل پېتی شؤل۔ مطلب دا چې دَ هغوی مکر و فریب پهٔ هغوی اپوټه شو۔ اؤ کوم چلونه چې ېٔ دَ مؤمنانو دَ تباهیٔ دپاره جوړ کړی وو هم پهٔ هغې خپله تباه شو۔ بلکې دَ څهٔ قومونو خو آبادیٔ هم پهٔ زلزلو ورانې کنډرے شوی دی۔
ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُخْزِیْهِمْ وَ یَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تُشَآقُّوْنَ فِیْهِمْ١ؕ قَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اِنَّ الْخِزْیَ الْیَوْمَ وَ السُّوْٓءَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَۙ۝۲۷
بیا به ېٔ دَ قیامت پهٔ ورځ رسوا کوی اؤ ورته به وائی اوس چرته دی زما هغه شریکان چې تاسو ورباندې کلک ولاړ ویٔ ف۳۹ وائی به هغه خلق چې ورکړې شوے وهٔ علم ، بېشکه نن ورځ رسوائی اؤ مصیبت دے پهٔ هغه منکرانو باندې۔ ف۴۰
ف۳۹: یعنی دَ کومو معبودانو دپاره چې تاسو دَ الله سره جنګ پهٔ سر اخستې وهٔ ، هغه درنه نن چرته پټ شو؟ امداد مو ولې نهٔ کوی؟
ھَلْ یَنْصُرُوْنَکُمْ اَوْ یَنْتَصِرُوْنَ (سوره شعراء ، رکوع ۵) فَمَا لَهٗ مِنْ قُوَّةٍ وَّلَا نَاصِرٍ۝ (سوره طارق ، رکوع ۱) دغه وینا دَ رسوا کؤلو دپاره کافی ده ۔ یا دَ رسواییٔ نه مطلب دوزخ ته اچؤل اؤ دَ هغو دَ غلطو دعوؤ پرده څرګندؤل دی ۔
ف۴۰: هغوی به دَ دې څهٔ ځواب ورکړی؟ خو نبیان اؤ عالمان به دوی ته دَ اورؤلو دپاره ووائی چې ومولیده نن ورځ دَ حق نه منکرو دپاره ډېره بده ورځ اؤ دَ شرمېدو ورځ ده ۔
الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ظَالِمِیْۤ اَنْفُسِهِمْ١۪ فَاَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوْٓءٍ١ؕ بَلٰۤی اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۲۸
چې روح ترېنه قبض کړی فرښتې پهٔ داسې حال کښې چې دوی پهٔ ځان ظلم کوی۔ ف۴۱ نو دې وخت کښې به دَ تابعداریٔ اظهار وکړی چې مونږ خو څهٔ ناکاره کارونه نهٔ کؤل ۔ ف۴۲ ولې مو نهٔ کؤل ، الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کؤل۔ ف۴۳
ف۴۱: یعنی دَ حق نه انکار اؤ کفر اؤ شرک اختیارؤلو پهٔ وجه ېٔ دَ ځان سره بد کؤل تر دې چې پهٔ دغه حالت کښې ورته دَ مرګ فرښتې راغلې۔ اؤ خاتمه ېٔ دَ کفر پهٔ حالت کښې وشوه۔
ف۴۲: یعنی پهٔ دغه ورځ به ېٔ کبر غرور اؤ غلطې دعوې ټولې ختمې شی اؤ دَ ځان خلاصؤلو دپاره به وائی چې مونږ خو نافرمانی نهٔ کؤله مونږ خو تابعدار اؤ وفادار وو۔ یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللہُ جَمِیْعًا فَیَحْلِفُوْنَ لَهٗ کَمَا یَحْلِفُوْنَ لَکُمْ وَ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ عَلٰی شَیْءٍ اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ الْکَاذِبُوْنَ۝۱۸ (سوره المجادلة ، رکوع ۳) (پهٔ کومه ورځ چې به الله دا ټول مخلوق راجمع کړی بیا به دوی قسمونه وخوری دَ هغهٔ پهٔ مخکښې څنګه چې ستاسو پهٔ مخکښې قسمونه خوری اؤ دا خیال کوی چې ګنی دوی پهٔ صحیح لاره دی۔ خبر شیٔ هم دوی پهٔ اصل کښې دروغژن دی)
ف۴۳: یعنی دَ دوی څهٔ خیال دے چې پهٔ دروغو به هلته خلاص شی۔ خلاصے ېٔ نشته۔ دروغ خو هلته چلیږی چې څوک پهٔ اصل حال خبر نهٔ وی۔ الله تعالیٰ خو دَ دوی پهٔ ټولو عملونو خبر دے خلاصے ېٔ نشته دَ خپل عمل پوره پوره سزا به ورکؤلے شی۔
فَادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ فَلَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ۝۲۹
نو ننوځیٔ دروازو دَ دوزخ ته همېشه به پهٔ دې کښې وسیٔ ، نو څومره ناکاره ځائې دے دَ کبرژنو ۔
وَ قِیْلَ لِلَّذِیْنَ اتَّقَوْا مَا ذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ١ؕ قَالُوْا خَیْرًا١ؕ لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ١ؕ وَ لَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ١ؕ وَ لَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِیْنَۙ۝۳۰
اؤ پرهېزګارو ته ووئیلی شو ۔ چې څهٔ نازل کړی دی ستاسو رب ، هغوی ووې ډېر ښهٔ (کلام) چا چې نیکی وکړه پهٔ دې دنیا ، دَ هغوی دپاره ښېګړه ده ۔ ف۴۴ اؤ دَ آخرت کور بهتر دے اؤ څومره ښهٔ کور دے دَ پرهېزګارو۔ ف۴۵
ف۴۴: دَ کبرژنو پهٔ مقابله کښې اوس دَ فرمانبردارو پرهېزګارو حال بیانیږی۔ چې دَ مؤمنانو نه تپوس وشی چې ستاسو رب څهٔ حکم نازل کړے دے؟ نو هغوی ډېر پهٔ ادب اؤ عزت ووائی چې ښې خبرې چې زمونږ دپاره پکښې سراسر خیر دے۔ نو داسې خلقو ته دې معلومه وی چې چا پهٔ دنیا کښې نیک کارونه کړی دی هغوی ته به پهٔ آخرت کښې دَ دې نیکه بدله ورکؤلے شی۔ دَ الله سره دَ چا یوه ذرّه نیکی بې ځایه نهٔ ځی۔
ف۴۵: یعنی دَ آخرت نعمتونه خو بې اندازه دی۔ دَ آخرت وړوکی نه وړوکے نعمت دَ دنیا دَ غټ نعمت نه ډېر بهتر دے۔
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ١ؕ كَذٰلِكَ یَجْزِی اللّٰهُ الْمُتَّقِیْنَۙ۝۳۱
دَ همېشه وسېدو باغونه دی چې دوی به ورننوځی ، بهیږی ترې لاندې نهرونه هغوی دپاره هلته شته څهٔ چې غواړی۔ ف۴۶ دغه شان بدله ورکوی الله پرهېزګارانو ته ۔ ف۴۷
ف۴۶: یعنی جنّتیان چې کوم قسم جسمانی یا روحانی آرام اؤ راحت غواړی هغه به ورته حاضر وی۔ وَ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَ تَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ وَ اَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ (سوره زخرف ، رکوع ۷ ، آیت۷۱)
(اؤ تاسو دپاره پهٔ دې جنّت کښې هر هغه شے دے چې ستاسو نفس ېٔ غواړی اؤ ستاسو تر نظره ښهٔ راځی اؤ تاسو به پهٔ دې کښې همېشه وسیٔ)
ف۴۷: یعنی څوک چې دَ کفر اؤ شرک اؤ ګناهونو نه ځان ساتی هغو دپاره نیکه بدله ده۔
الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ طَیِّبِیْنَ١ۙ یَقُوْلُوْنَ سَلٰمٌ عَلَیْكُمُ١ۙ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۳۲
هغه کسان چې قبض کړی فرښتې دَ هغوی روح داسې چې پاک سُتره وی ۔ ف۴۸ فرښتې ورته وائې پهٔ تاسو دې سلامتیا وی ، ننوځیٔ جنّت ته ، ف۴۹ دا بدله ده دَ هغه کارونو چې تاسو کؤل ۔ ف۵۰
ف۴۸: یعنی چې تر مرګه دَ هغوی روح دَ کفر اؤ شرک دَ پلیتیٔ نه پاک وی اؤ دَ خپل رب پهٔ اطاعت اؤ محبت کښې پهٔ خندا خندا خپل روح دَ مرګ فرښتو ته حواله کړی۔
ف۴۹: پهٔ روحانی طور خو به بنیادم دَ مرګ نه پس سمدستی جنت یا دوزخ ته ځی خو جسمانی طور به ېٔ داخله دَ حشر (دوباره ژوندی کېدو) نه پس کیږی۔ پهٔ دې زیری کښې دواړه قسمه دخول شامل دے۔ (تر حشر به ېٔ روح ته دَ جنّت آرام حاصل وی اؤ دَ حشر نه پس به ېٔ بدن هم آرام حاصل کړی)
ف۵۰: یعنی دَ ستاسو نیک عملونه پهٔ ظاهره دَ جنّت دَ ننوتو سبب دے باقی اصل سبب دَ الله تعالیٰ رحمت اؤ رضا ده لکه حدیث کښې چې دی۔ اِلَّا اَنْ یَّتَغَمَّدَنِیَ اللہُ بِرَحْمَتِهٖ ۔
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ اَمْرُ رَبِّكَ١ؕ كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ وَ مَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۝۳۳
کافران خو اوس پهٔ دې انتظار دی چې راشی ورته فرښتې ، یا راشی ورته ستا دَ رب حکم ۔ ف۵۱ هم دغه شان کړی وو دَ دوی نه مخکښینیو قومونو اؤ الله ظلم نهٔ دے کړے پهٔ دوی ، لېکن دوی خپله پهٔ ځانونو ظلم کؤلو۔
ف۵۱: دَ جنّت دَ تعریفونو نه پس اوس غافلانو ته خبردارے ورکؤلے شی چا چې دَ فانی دنیا پهٔ نشه کښې دائمی ژوند هېر کړے دے اؤ دَ آخرت ښهٔ کؤلو څهٔ فکر نهٔ کوی نو فرمائی چې ګنی دا خلق دَ دې انتظار کوی چې کله ېٔ فرښتې ساه ویستو ته راشی (نو هله به ایمان راؤړی؟) یا چې ورباندې دَ الله پهٔ حکم عذاب راشی (نو هله به دَ ایمان فکر کوی؟ پهٔ هغه وخت کښې خو بیا ایمان څهٔ فائدہ نهٔ ورکوی) پکار خو دا ده چې دَ ځنکدن یا عذاب راتلو نه اول ایمان راوړی اؤ دَ مرګ نه پس سختو نه یا عذاب نه ځان بچ کړی۔
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَ حَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۠۝۳۴
نو ور ورسېدل دوی ته خپل ناکاره کارونه ۔ اؤ اپوټه شو پرې هغه عذاب چې دوی ورپورې خنداګانې کؤلے۔ ف۵۲
ف۵۲: یعنی تېر کافران قومونه هم دغه شان دَ دنیا پهٔ نشه مست وو ۔ دَ پېغمبرانو پهٔ خبرو ېٔ یقین نهٔ کؤلو ، اؤ چې هغوی به دَ الله دَ عذاب نه ویرؤل نو دوی به ورپورې خندا کؤله (چې عذاب چرته دے هسې خبرې کوی) آخر هغه وشوه پهٔ کومه پورې چې دوی خنداګانې کؤلے اؤ دَ الله پهٔ عذاب داسې تباه شو چې نوم نشان ېٔ پاتې نهٔ شو ۔ دَ تښتېدو مخه ېٔ هم نهٔ وه ۔ الله ورباندې څهٔ زیاتې نه دے کړے خو چې څهٔ عمل ېٔ کؤلو دَ هغې نتیجه ور ورسېده ۔ دَ پېغمبرانو خبره ېٔ نهٔ منله ۔ خپله ېٔ خپل ځان ته نقصان رسؤلو۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ نَّحْنُ وَ لَاۤ اٰبَآؤُنَا وَ لَا حَرَّمْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ١ؕ كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ۚ فَهَلْ عَلَی الرُّسُلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ۝۳۵
اؤ مشرکانو ووې کهٔ غوښتې الله نو عبادت به نهٔ وهٔ کړے دَ هغهٔ نه سوا دَ بل څیز ، نهٔ مونږ اؤ نهٔ زمونږ پلار نیکهٔ اؤ نهٔ به مو حرام کړے وهٔ بې دَ هغهٔ دَ حکم نه څهٔ څیز ۔ ف۵۳ هم دغه شان کړی وو دَ دوی نه مخکښینیو قومونو ۔ نو دَ رسولانو پهٔ ذمه خو نشته مګر احکام رسؤل صفا صفا ۔ ف۵۴
ف۵۳: دَ دې ځائې نه دَ مشرکانو دَ هغه غلطیو اؤ بې کاره دلیلونو ځواب ورکؤلے شی۔ کوم چې هغوی ځان خلاصؤلو دپاره پېش کؤلو۔ مشرکانو به وې کهٔ دَ بتانو عبادت یا دَ ځنو ځناورو لکه بحیؔره اؤ سائؔبه وغېره حرام ګڼل یا دغه شان زمونږ نور کارونه کهٔ دَ الله خوښ نهٔ وې اؤ دَ هغهٔ دَ رضا نه خلاف وې نو بیا مونږ داسې کارونه کؤلو ته پرېږدی ولې۔ هر څهٔ خو دَ الله پهٔ لاس کښې دی۔ مونږ به ېٔ دَ داسې کارونو نه بند کړی وو چې هډو کؤلے مو نهٔ شوې۔ یا به ېٔ پهٔ هغه ساعت سزا راکؤله ۔ چې نهٔ مو بندوی نو دَ دې مطلب دا دے چې دا کارونه دَ الله خوښ دی اؤ هم هغه ېٔ راباندې کوی۔ دَ اتمې سپارې پهٔ دویٔمه ربع کښې دَ دې قسم یو آیت سَیَقَوْلُ الَّذِیْنَ اَشْرَکُوْا لَوْ شَآءَ اللہُ مَاۤ اَشْرَکْنَا الخ (سوره انعام ، رکوع ۱۸)کښې مونږ دَ دې ځواب پوره تفصیل سره کړے دے هلته ېٔ وګوریٔ۔ دلته ېٔ دباره دَ نقل کؤلو ضرورت نشته۔
ف۵۴: یعنی دَ مشرکانو دا خبره غلطه ده چې مونږ الله منع کړی نهٔ یو۔ دَ دنیا دَ آبادیٔ راسې تر اوسه پهٔ هره زمانه کښې الله پاک پهٔ هر قوم کښې رسولان راستولی دی چې دَ هغوی کار هم دغه وهٔ چې خلق دَ شرک اؤ ناکاره کارونو نه منع کړی اؤ صفا صفا اعلان وکړی چې دا دا کارونه دَ الله خوښ دی اؤ دا دا کارونه ېٔ نه دی خوښ۔ باقی دا چې خلق جبرًا دَ ناکاره کارونو نه داسې منع کؤل چې هډو کؤلے ېٔ نهٔ شی ، دَ الله تعالیٰ دَ حکمت اؤ دنیا پیدا کؤلو دَ مصلحت نه خلاف دی ۔ باقی دا چې څوک دَ نبیانو نصیحت نهٔ منی اؤ ناکاره کارونه کوی هغو ته پهٔ دې دنیا کښې سزا ورکؤلے شی ۔ نو ډېرو قومونو ته پهٔ دې دنیا کښې هم ورکړې شوے ده لکه چې مخکښې آیتونو کښې راځی۔ پاتې شوه دا خبره چې دَ ناکاره کار کؤلو سره سمدستی دې سزا ورکؤلے شی اؤ یو پوټے مهلت دې معافیٔ غوښتو اؤ توبې وېستو دپاره نهٔ شی ورکؤلے۔ نو دا خبره دَ عقل اؤ انصاف تقاضا نهٔ ده۔ مجرم ته دَ اصلاح موقع ورکؤل پکار دی۔ حضرت شاه صاحب لیکی څوک چې وائی کهٔ دَ الله دا کار خوښ نهٔ وې نو کؤلو ته به ېٔ څوک نهٔ پرېښؤل۔ دا دَ کم عقلو جاهلانو خبرې دی۔ همېشه الله پاک دَ رسولانو پهٔ خلهٔ خلق دَ ناکاره کارونو نه منع کړی۔ نو دَ چا پهٔ قسمت کښې چې هدایت وهٔ هغوی دَ رسولانو خبره ومنله ۔ اؤ دَ چا پهٔ قسمت کښې چې دَ دوزخ اور وهٔ هغو ترېنه انکار وکړو۔ الله تعالیٰ ته هم دغه منظوره وه چې بنیادم ته ېٔ پهٔ یوه لاره خوښؤلو کښې تر څهٔ حده آزادی ورکړے ده ۔ لکه دَ کاڼیو بوټو یا نورو ځناورو ېٔ بې وسه کړے نهٔ دے۔ چې پهٔ خپله اراده اؤ خوښه پهٔ صحیح لار روان شی اؤ دَ الله دَ قرب وچتې درجې حاصلې کړی۔
وَ لَقَدْ بَعَثْنَا فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَ اجْتَنِبُوا الطَّاغُوْتَ١ۚ فَمِنْهُمْ مَّنْ هَدَی اللّٰهُ وَ مِنْهُمْ مَّنْ حَقَّتْ عَلَیْهِ الضَّلٰلَةُ١ؕ فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ۝۳۶
اؤ مونږ راپورته کړے دے پهٔ هر قوم کښې یو رسول ۔ ف۵۵ چې عبادت وکړیٔ دَ الله اؤ ځان بچ کړیٔ دَ شیطان دَ لارې نه ۔ نو بیا ف۵۶ پهٔ دوی کښې ځنو ته هدایت وکړو الله اؤ پهٔ چا پورې ټینګه شوه ګمراهی ۔ نو تاسو پهٔ ملک کښې وګرځیٔ۔ وګوریٔ چې څهٔ انجام شو دَ تکذیب کؤنکیو؟
ف۵۵: یعنی پهٔ خپل خپل وخت ېٔ پهٔ هر قوم کښې یو رسول راستؤلے دے۔ دَ ټولو نه آخر کښې ېٔ دَ ټولې دنیا دَ هدایت دپاره محمّد مصطفٰیﷺ راواستؤلو۔ دَ دې آیت نه دا نهٔ لازمیږی چې پهٔ هر قوم اؤ پهٔ هر کلی کښې دې ضرور بې واسطې یو پېغمبر راغلے وی۔ کېدے شی چې یو لوئی قوم ته یو پېغمبر راغلے وی اؤ ورسره پهٔ دغه زمانه کښې نورو قومونو ته دَ هغهٔ نائب چې هادؔی اؤ نذیر ورته وئیلی شی، راغلی وی۔ نو دا هم دَ پېغمبر راتلل شو خو دَ نائب پهٔ واسطه ۔ والله اعلم۔
ف۵۶: حضرت شاه صاحب لیکلی دی څوک چې پهٔ ناحقه اؤ بې سنده دَ مشریٔ دعویٰ کوی هغه طاغوت وی۔ بتان ، شیطانان اؤ ټول ظالمان پهٔ دې کښې راځی۔
اِنْ تَحْرِصْ عَلٰی هُدٰىهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ یُّضِلُّ وَ مَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ۝۳۷
کهٔ تهٔ ډېر خواهش لرې چې دوی هدایت قبول کړی خو الله لار نهٔ ښیٔ هغوی ته چې ګمراه کړی ېٔ دی۔ اؤ نشته دَ هغوی هېڅوک مددګار ف۵۷
ف۵۷: یعنی څوک چې دَ خراب استعداد اؤ ناکاره لار خوښؤلو پهٔ وجه الله پاک ګمراه کړی نو هېڅوک نشته چې هغه پهٔ لار کړی اؤ دَ الله دَ عذاب نه ېٔ بچ کړی۔ کهٔ تهٔ دَ هغوی دَ هدایت ډېر خواهش لرې نو دا هم ورته څهٔ فائده نهٔ شې رسؤلے نو هسې دَ دوی پهٔ غم کښې ځان مهٔ کړوه ۔ چې دَ چا نصیب کښې هدایت وی قبول ېٔ کړی اؤ چې دَ چا پهٔ نصیب کښې نهٔ وی دوزخ ته به ځی تهٔ ېٔ څهٔ غم مهٔ کوه۔
وَ اَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ١ۙ لَا یَبْعَثُ اللّٰهُ مَنْ یَّمُوْتُ١ؕ بَلٰی وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا وَّ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَۙ۝۳۸
اؤ دوی پهٔ الله قسمونه خوری ډېر کلک قسمونه ۔ چې بیا به نهٔ ژوندی کوی الله څوک چې مړهٔ شی ۔ ف۵۸ ولې به ېٔ نهٔ ژوندی کوی دَ دې وعده شوے ده پخه وعده لېکن اکثر خلق نهٔ پوهیږی۔ ف۵۹
ف۵۸: یعنی دَ مرګ نه پس نهٔ بیا ژوندی کېدل شته اؤ نهٔ جزا و سزا دا هسې تشې خبرې دی۔
ف۵۹: یعنی دَ ستاسو دَ انکار کؤلو اؤ ګډو وډو خبرو پهٔ وجه الله تعالیٰ خپله وعده نهٔ بدلوی۔ دوباره به ژوندی کېږیٔ۔ دا کار خو به کیږی خو تاسو به دَ خپل جهالت پهٔ وجه ځانونه تباه کړیٔ۔ تاسو دَ جهالت اؤ ناپوهیٔ پهٔ وجه انکار کویٔ۔ اؤ څوک چې دَ الله پهٔ قدرتونو غور کوی اؤ عقل لری هغه هېچرې دَ آخرت نه انکار نهٔ شی کؤلے۔
لِیُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِیْ یَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ وَ لِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰذِبِیْنَ۝۳۹
(بیا به ېٔ ژوندی کوی) چې څرګنده کړی ورته هغه خبره چې دوی پکښې جګړې کوی اؤ چې یقین وشی دَ کافرانو چې دوی دروغژن وو۔ ف۶۰
ف۶۰: یعنی دَ مرګ نه پس دوباره ژوند خو ځکه ضروری دے چې دنیا کښې چې دا خلق ډلې ډلې شوی دی اؤ پهٔ بیله بیله لار روان دی چې دوی ته دَ خپل عمل نتیجه معلومه شی اؤ پته ورته ولګی چې څوک پهٔ رښتیاؤ وو اؤ څوک پهٔ غلطه ، پهٔ هغه وخت به کافرانو ته پته ولګی چې دَ کومو خبرو نه ېٔ انکار کؤلو اؤ قسمونه ېٔ خوړل چې دا به نهٔ کیږی ۔ هغه خبرې رښتیا وې اؤ دَ دوی قسمونه دروغ وو۔ شاه صاحب لیکلی دی پهٔ دې دنیا کښې خو ډېرو خبرو کښې خلقو ته شک وهٔ ۔ چا الله اؤ دَ الله حکمونه منل اؤ چا نهٔ منل ۔ نو بله دنیا ضروری ده چې هغې کښې دَ دې حقیقت معلوم شی اؤ دَ صحیح اؤ غلطې پته ولګی۔ تابعدارو اؤ نافرمانو ته دَ خپل عمل نتیجه ورسی۔
اِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَیْءٍ اِذَاۤ اَرَدْنٰهُ اَنْ نَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ۠۝۴۰
زمونږ وینا یو څیز ته کله چې دَ هغې دَ کؤلو اراده وکړو دا ده چې ووایو وشه نو هغه وشی۔ ف۶۱
ف۶۱: داسې قادر الله چې هر کار ېٔ صرف پهٔ اراده کؤلو کیږی ، هغهٔ ته دَ مړیو دوباره ژوندی کؤل څهٔ ګران دی؟
تنبیه: دَ کُنْ فَیَکُوْن مطلب دا نهٔ دے چې خامخا ورته کُنْ ووئیلی شی دَ دې وینا ضرورت هم نشته ۔ مطلب خو دا دے چې الله تعالیٰ دَ څهٔ شی دَ موجود کېدو اراده وکړی نو هغې کښې بیا ډیل نشته ۔ دَ ارادې سره سمدستی هغه شے بیا موجود وی ۔ څهٔ شے پکښې رکاوټ نهٔ شی اچؤلے۔ دَ خلقو دَ پوهې دپاره دَ دې ډېر ژر موجود کېدو ته تعبیر پهٔ کُنْ فَیَکُوْن سره شوے دے۔
وَ الَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِی اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً١ؕ وَ لَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ١ۘ لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَۙ۝۴۱
اؤ چا چې کور پریٔښې دَ الله دپاره پس دَ دې نه چې وشو پرې ظلمونه ۔ ضرور به مونږ ځائې ورکړو پهٔ دنیا کښې ښهٔ ځائې ، اؤ دَ آخرت ثواب خو ډېر زیات دے۔ کهٔ دوی ته معلوم وې ۔ ف۶۲
ف۶۲: یعنی دَ تابعداریٔ اؤ نافرمانیٔ دَ نتېجې څرګندېدو دپاره دَ مرګ نه پس دوباره ژوند ضروری دے۔ ډېر دَ الله نیک بندګان دَ الله دَ رضا اؤ دَ دین دَ خدمت دپاره ډېرې ډېرې سختې پهٔ ځان تېروی۔ نو آیا دَ دوی دا خواری هسې بې ځایه ده څهٔ؟ هېچرې نه چا چې دَ الله دَ رضا دپاره پهٔ دې دنیا کښې پهٔ ځان سخته تېره کړه ، کور کلې ، خپل خپلوان ۔ راحته اؤ آرام هر څهٔ ېٔ پرېښؤل ، هغوی ته به ضرور دَ دې وفاداریٔ انعام ورکؤلے شی۔ اول خو کهٔ پهٔ هغو کښې څوک څهٔ موده ژوندی وو نو دَ خپلو قربانو څهٔ لږه ډېره فائده به پهٔ دې دنیا کښې هم ووینی ، دَ هغې کور پهٔ ځائې به دَ هغې نه ښهٔ کور ورکړې شی ، اؤ دَ هغې خپلو خپلوانو نه زیات خواږهٔ وروڼه اؤ همدرد ملګری به بیا مومی۔ اؤ ښهٔ دَ عزت ژوند به تېر کړی۔ اؤ چا چې پرې ظلم کړے وی پهٔ هغو به غالب شی اؤ دَ دې نه علاوه پهٔ آخرت چې ورته کوم انعامونه اؤ وچتې درجې ورکؤلے شی دَ هغې خو هډو څهٔ حساب نشته۔ کهٔ دَ دې انعامونو نه څوک خبر شی نو دغه پاتې خلق به هم کور کلې پرېږدی اؤ دَ الله دَ رضا اؤ دې انعامونو حاصلؤلو دپاره به هجرت وکړی۔
تنبیه: دَ آیت دَ الفاظو دَ عام والی پهٔ لحاظ مونږ دا تفسیر وکړو اؤ دغه تفسیر پهٔ روح المعانی کښې دَ ځنو مشرانو مفسرانو نه نقل شوے هم دے۔ خو اکثرو مفسرانو دا آیت دَ هغه اتیا کسو اصحابوؓ پهٔ حق کښې ګڼلې دے چا چې دَ کافرو دَ زور ظلم دلاسه اول اول دَ حبشو ملک ته هجرت کړے وهٔ ۔ بیا مدینې منورې ته دَ هجرت حکم وشو نو دغه اصحابؓ هم هلته راغلل اؤ مدینه منوره کښې ورته بهتر دَ آرام ځائې ورکړې شو ۔ اؤ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې دَ بهترو اجرونو حقدار شو ۔ دَ اکثرو مفسرانو پهٔ خیال دا آیت مکّی دے اؤ مدینې ته دَ هجرت نه مخکښې نازل شوے دے۔
الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَ عَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ۝۴۲
هغه چا چې صبر ېٔ وکړو اؤ پهٔ خپل رب ېٔ باور وکړو ۔ ف۶۳
ف۶۳: یعنی دَ کافرو زور ظلم ېٔ پهٔ لویه سینه اؤ صبر برداشت کړو اؤ دَ الله دَ رضا دپاره ېٔ خپل خپلوان اؤ کور کلې پرېښو ۔ دَ یو الله سره تعلق جوړؤلو دپاره ېٔ نور ټول تعلقات پرېښؤل پهٔ یو الله ېٔ اعتماد وکړو۔
وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَۙ۝۴۳
اؤ تا نه مخکښې هم مونږ دغه شان سړی راستؤلی وو چې حکم به مو را استؤلو هغوی ته ۔ نو تپوس وکړیٔ دَ یاد لرؤنکیو نه کهٔ تاسو ته نهٔ وی معلوم ۔ ف۶۴
ف۶۴: یعنی دَ پېعمبرانو ملګری چې صابر اؤ ثابت قدم وی غالب کېدل اؤ ظالمان مغلوب کېدل څهٔ نوې خبره نهٔ ده ۔ دَ دې نه وړومبے هم بنیادمو دپاره مونږ رسولان راستؤلی وو چې هغوی خلقو ته دَ نیکې لارې اؤ دَ یو الله دَ عبادت کؤلو تبلیغ کؤلو ۔ نو کهٔ تاسو دَ دې تاریخی واقعاتو نه ناخبره ییٔ نو څوک چې اهلِ علم دی اؤ دَ زوړ تاریخ نه خبر دی دَ هغو نه تحقیق وکړیٔ اؤ ځان خبر کړیٔ چې مخکښې قومونو ته رسولان راغلی وو ، معجزې اؤ کتابونه ېٔ راؤړی وو۔ دَ هغو چې چا تابعداری کړے ده اؤ چې چا ېٔ نافرمانی کړے ده دَ هغو انجام څهٔ شو نو تاسو ته به پته ولګی چې همېشه دَ پېغمبرانو ملګری کامیاب شوی اؤ ظالمان تباه و برباد شوی دی۔ نو دَ دې تاریخی واقعاتو نه عبرت واخلیٔ اؤ خامخا ځان دَ تباهیٔ کندې ته مهٔ غورزویٔ۔ دَ پېغمبر مخالفت پرېږدیٔ۔ مونږ دَ الفاظو دَ عام والی پهٔ لحاظ دَ اهل الذکر نه مراد صرف اهلِ کتاب نهٔ دی اخستی۔
روح المعانی لیکلی دی چې دَ اهلِ الذکر نه مطلب دَ زوړ تاریخ عالمان دی اهلِ کتاب یعنی یهود اؤ نصاریٰ اؤ کهٔ هر څوک چې دی نو ذکر دلته دَ حفظ اؤ علم پهٔ معنٰی دے۔ مترجم رحمة الله علیه دَ اهل الذکر ترجمه یاد لرونکی کړے ده ۔ پهٔ دې کښې هم دغه تفسیر ته اشاره ده چې عام اهلِ علم ترې مراد دی اهلِ کتاب وی کهٔ نه ۔ بهرحال دَ عمومِ آیت نه دا مسئله راوځی چې غیر اهلِ علمو ته پکار دی چې دَ اهلِ علمو نه ځان خبروی اؤ پهٔ هغې عمل کوی۔ ډېر عالمان دا آیت دَ امامانو دَ تقلید پهٔ دلیل کښې پېش کوی۔
بِالْبَیِّنٰتِ وَ الزُّبُرِ١ؕ وَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ اِلَیْهِمْ وَ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ۝۴۴
رالیږلی مو وو دَ څرګندو دلیلونو ف۶۵ اؤ پاڼو سره اؤ راوامو ستؤلو تا ته دا یاداشت ۔ چې تهٔ صفا صفا بیان کړې خلقو ته چې څهٔ نازل شوی دی ف۶۶ دوی دپاره چې ورباندې غور وکړی۔ ف۶۷
ف۶۵: یعنی معجزې اؤ هغه علمونه چې دَ کتابونو پهٔ پاڼو کښې لیکلی دی۔
ف۶۶: دَ ذکر نه دلته مراد قرآن کریم دے چې دَ تېرو امتونو دَ حالاتو اؤ تېرو پېغمبرانو دَ علومو جامع اؤ محافظ دے اؤ بنیادمو ته دَ الله احکام اؤ دَ آخرت دَ ښهٔ کؤلو یاد ورکوی اؤ دَ غفلت نه ېٔ بېداروی یعنی څنګه چې مو تېرو قومونو ته رسولان راستؤلی اؤ معجزې اؤ کتابونه مو ورکړی دی نو اے محمّدﷺ اوس مو تهٔ پهٔ رسالت راستؤلے ئ اؤ داسې کتاب مو درکړے دے چې دَ مخکښینیو ټولو کتابونو خلاصه اؤ دَ ټولو پېغمبرانو دَ علومو جامع اؤ یو مکمل یاداشت دے نو ستا کار دا دے چې ټولې دنیا ته دَ دې کتاب مضامین صفا صفا بیان کړې اؤ ښهٔ ېٔ پرې پوهه کړې۔ دَ ګرانو ځایونو ورته ښهٔ تشریح وکړې چې دوی ورباندې غور وکړی اؤ پهٔ مطلب ېٔ ښهٔ پوهه شی چې عمل ورته آسان شی۔ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ قرآن تفسیر هغه صحیح دے کوم چې دَ رسول اللهﷺ دَ احادیثو موافق وی۔
ف۶۷: یعنی دَ نبی کریمﷺ کار دَ قرآن شریف معنٰی ښیٔل دی صفا صفا اؤ دَ خلقو کار پهٔ هغې غور کؤل اؤ عمل کؤل دی۔
اَفَاَمِنَ الَّذِیْنَ مَكَرُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّخْسِفَ اللّٰهُ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَۙ۝۴۵
نو آیا بې فکره شوی دی څوک چې ناکاره تدبیرونه کوی دَ دې خبرې نه چې ښخ ېٔ کړی الله پهٔ زمکه کښې یا ورباندې راولی عذاب دَ داسې غاړې نه چې دَ دوی پهٔ خیال کښې هم نهٔ وی۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی دَ مخکښینیو پېغمبرانو اؤ دَ مخکښینیو قومونو پهٔ حالت خبرېدو اؤ قرآن غوندې واضح کتاب راتلو نه پس هم دَ مکّې معظّمې کافران دَ پېغمبر پهٔ مقابله کښې دَ خپل مکر و فریب نه نهٔ منع کیږی۔ آیا دوی دَ دې نه بې فکره وی چې لکه دَ قارون پهٔ زمکه کښې ور ومنډلې شی یا ورباندې دَ یو داسې طرف نه عذاب راوستے شی چې دَ دوی پهٔ وهم و ګومان کښې هم نهٔ وی۔ لکه دَ بدر پهٔ غزا کښې چې دَ مسلمانانو دَ لاسه سزا ورکړې شوه ۔ دوی پهٔ خپل طاقت غاوره وو اؤ دا ېٔ پهٔ تصوّر کښې هم نهٔ راتله چې دَ لږو اؤ کمزوریو مسلمانانو دَ لاسه به ورته دومره نقصان رسی۔
اَوْ یَاْخُذَهُمْ فِیْ تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَۙ۝۴۶
اؤ یا ېٔ راونیسی پهٔ ګرځېدو راګرځېدو کښې ، نو دوی (خو) الله عاجزه کؤلے نهٔ شی۔ ف۶۹
ف۶۹: یعنی الله پاک کهٔ پهٔ تاسو عذاب راولی نو دَ هغې دپاره دَ مخکښې نه دَ څهٔ خاص انتظام حاجت نشته چې ګنې هغه به ورته فوځونه تیاروی اؤ وسلې اؤ نور سامان به راپیدا کوی ۔ هغه خو کهٔ وغواړی نو تاسو به دغه شان پهٔ خپل کار روزګار کښې ګرځیٔ راګرځیٔ یا به پهٔ بسترو کښې پهٔ آرام بې خبره پراتهٔ ییٔ اؤ هغه به مو ناڅاپی داسې راونیسی چې دَ خلاصی لورے به مو نهٔ وی هغه پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ تاسو ېٔ عاجزه کؤلے نهٔ شیٔ اؤ نهٔ ترېنه پهٔ څهٔ طریقه ځان خلاصؤلے شیٔ۔
اَوْ یَاْخُذَهُمْ عَلٰی تَخَوُّفٍ١ؕ فَاِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ۝۴۷
اؤ یا ېٔ راونیسی دَ ویرؤلو نه پس ۔ ف۷۰ نو بېشکه ستاسو رب ډېر مهربانه رحم کؤنکے دے۔ ف۷۱
ف۷۰: یعنی عذاب دوباندې رانهٔ ولی ، بلکې دَ اول نه دَ عذاب څهٔ علامې ښکاره شی چې دَ خلقو سره دَ عذاب ویره شی یا اخوا دېخوا علاقه کښې څهٔ عذاب راشی چې دا خلق هم وویریږی چې پهٔ مونږ به هم راشی۔ خو دا هسې فطری ویره وی دَ پښېمانیٔ ویره نهٔ چې توبه وباسی اؤ دَ عذاب نه بچ شی۔ ځنو مفسرینو تخوّف تفسیر پهٔ ورو ورو کمؤلو کړے دے چې ناڅاپی یکدم پهٔ ټولو عذاب رانهٔ شی بلکې ورو ورو ترېنه لږ لږ تباه کوی۔
ف۷۱: یعنی الله تعالیٰ هر څهٔ کؤلے شی خو دَ خپلې مهربانیٔ اؤ نرمیٔ پهٔ وجه مجرمانو ته دَ اصلاح مهلت ورکوی اؤ سمدستی پرې عذاب نهٔ راولی۔ دَ دې جملې تعلق دَ ”عَلٰی تَخَوُّف“ سره دے۔ یعنی یکدم چې ټول نهٔ تباه کوی دا دَ هغهٔ پهٔ بندګانو شفقت اؤ مهربانی ده ۔ ګنی ټول یکدم تباه کؤلے شی۔
اَوَ لَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ یَّتَفَیَّؤُا ظِلٰلُهٗ عَنِ الْیَمِیْنِ وَ الشَّمَآىِٕلِ سُجَّدًا لِّلّٰهِ وَ هُمْ دٰخِرُوْنَ۝۴۸
آیا دوی نهٔ وینی دَ الله پهٔ پیدا کړیو څیزونو کښې هېڅ څیز ۔ چې اوړی دَ هغوی سېوری ښی اړخ ته اؤ ګس اړخ ته سجده کؤنکی الله ته اؤ پهٔ عاجزیٔ دی ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی هر کله چې تکوینی طور هر څیز دَ الله تعالیٰ دَ حکم تابعدار دے۔ تر دې چې دَ سایه دارو څیزونو سېورے هم دَ الله پهٔ حکم اؤ دَ قدرت دَ قانون مطابق کمیږی یا زیاتیږی یا اوړی را اوړی ۔ نو دَ داسې قدرت مالک دَ عذاب راستؤلو نه څوک منع کؤلے شی اؤ چې دا ټول کائنات ېٔ تابع دے۔ نو بنیادم ته پکار دی چې خپل خالق وپېژنی اؤ دَ هغهٔ حکم ته سر ټیټ کړی۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ دَ غرمې دَ هر څیز سېورے پهٔ ځائې ولاړ وی ، دَ زوال نه پس سېوری راوګرځی اؤ ورو ورو پټیږی تر دې چې تر ماښام پهٔ زمکه خوارهٔ شی۔ لکه نمانځهٔ کښې چې بنده ولاړ وی بیا رکوع ته ټیټ شی بیا پهٔ سجده پرېوځی ۔ دغه شان هر څیز پهٔ خپل سېوری نمونځ کوی اؤ الله ته پهٔ سجده پرېوځی۔ پهٔ ځنو ملکونو اؤ ځنو موسمونو کښې ښی طرف ته اوړی اؤ ځنو کښې ګس طرف ته۔
وَ لِلّٰهِ یَسْجُدُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ مِنْ دَآبَّةٍ وَّ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَ هُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ۝۴۹
اؤ الله ته سجده کوی څومره ژوندی څیزونه چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ۔ اؤ فرښتې اؤ دا ټول کبر نهٔ کوی۔ ف۷۳
ف۷۳: اول دَ هر سایه دار څیز دَ سجدې حالت بیان شو اوس دَ عامو ژوندیو څیزونو اؤ خاص دَ فرښتو دَ سجدې پهٔ بیان کښې دا خبردارے دے چې دَ فرښتو غوندې پاک اؤ عزتمند مخلوق هم الله ته سجده کوی اؤ کبر یا لوئی پکښې نشته چې دَ سجدې کؤلو نه ېٔ منع کړی۔ شاه صاحب لیکی ۔ کبرژن سړی ته سر پهٔ زمکه کښېښؤل ګران وی اؤ پهٔ دې نهٔ پوهیږی چې دَ بنده لوئی پهٔ دې کښې ده چې خپل الله ته سجده وکړی۔
مَنْ تَوَاضَعَ لِلّٰهِ رَفَعَهُ اللہُ ۔
(چا چې الله ته سر ټیټ کړو هغه الله پاک پورته کوی (لوئی اؤ عزت ورکوی)
یَخَافُوْنَ رَبَّهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ وَ یَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ۠۩۝۵۰
ویریږی دَ خپل رب نه چې دَ هغوی دپاسه دے اؤ هغه شان کار کوی څنګه چې ورته حکم کیږی۔ ف۷۴
ف۷۴: یعنی فرښتې سره دَ قرب اؤ عزت دَ الله پاک دَ قهر اؤ جلال نه ویریږی اؤ چې څهٔ حکم ورته وشی هغه سمدستی پوره کوی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی هر بنده پهٔ خپل زړهٔ کښې الله وچت ګڼی اؤ ځان ښکته دغه دَ ټولو سجده ده۔
وَ قَالَ اللّٰهُ لَا تَتَّخِذُوْۤا اِلٰهَیْنِ اثْنَیْنِ١ۚ اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ١ۚ فَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ۝۵۱
اؤ الله وئیلی دی مهٔ نیسیٔ معبودان دوه ، معبود خو بس هغه یو دے نو یواځې زما نه وویرېږیٔ۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی هر کله چې ټول مخلوق دَ الله تعالیٰ تابع اؤ فرمانبردار دے نو بیا عبادت کښې دَ بل چا شرکت دَ کومې مخې راغلو څوک چې دَ ټول جهان مالک اؤ خالق دے عبادت هم یواځې دَ هغهٔ پکار دے اؤ ویره هم دَ هغهٔ نه پکار ده۔
وَ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ لَهُ الدِّیْنُ وَاصِبًا١ؕ اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَتَّقُوْنَ۝۵۲
اؤ یواځې دَ هغه الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې دی ، اؤ خالص دَ هغهٔ عبادت دے همېشه ۔ ف۷۶ نو آیا تاسو دَ الله نه غیر دَ بل شی نه ویرېږیٔ؟
ف۷۶: یعنی تکوینی طور هر شے خالص دَ الله دَ عبادت دپاره پیدا شوے اؤ دَ هغهٔ تابع دے۔ اَفَغَیْرَ دِیْنِ اللہِ یَبْغُوْنَ وَ لَهٗۤ اَسْلَمَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ طَوْعًا وَّ کَرْهًا وَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ۝ (سوره آل عمران ، رکوع ۹)
مطلب دا چې پهٔ هر چا خالص دَ هغهٔ عبادت فرض دے۔ اَلَا لِلّٰهِ الدِّیْنُ الْخَالِصُ (سوره زمر ، رکوع ۱)
چا دلته دین دَ جزا پهٔ معنٰی کښې اخستې دے۔ یعنی دَ نیک و بد بدله به صرف الله ورکوی۔
وَ مَا بِكُمْ مِّنْ نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ثُمَّ اِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَاِلَیْهِ تَجْـَٔرُوْنَۚ۝۵۳
اؤ څهٔ نعمتونه چې تاسو سره دی دا ټول الله دَ طرف نه دی بیا کله چې ورسی تاسو ته څهٔ سخته ، نو هم هغهٔ ته فریاد کویٔ۔ ف۷۷
ف۷۷: یعنی ټولې نیکیٔ اؤ نعمتونه دَ هغهٔ دَ طرف نه دی اؤ ټول تکلیفونه اؤ سختیٔ هم یواځې هغه پورته کوی۔ نو کله چې پهٔ بنده سخته راشی نو سخت کافر اؤ مشرک هم پهٔ دغه وخت کښې یو الله ته سوالونه کوی۔ نو دَ بنیادم فطرت دا ګواهی ورکوی چې دَ سختې نه بچ کؤنکے یو الله دے نو دَ چا پهٔ قبضه کښې چې ټول نعمتونه دی اؤ څوک چې ټولې سختې لرې کوی هم هغه یواځې دَ عبادت حقدار دے ، بل څوک دے چې دَ هغهٔ سره پهٔ عبادت کښې شریک شی؟ یا ترې څوک دَ څهٔ خیر طمع وکړی یا ترېنه ویره وکړی۔
ثُمَّ اِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْكُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَۙ۝۵۴
بیا کله چې سخته درنه لرې کړې شی نو ناڅاپه پهٔ تاسو کښې یوه ډله دَ الله سره شریک جوړؤل شروع کړی۔
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ١ؕ فَتَمَتَّعُوْا١۫ فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ۝۵۵
چې منکر شی دَ هغه څیزونو چې مونږ وکړی دی ، نو مزې وکړیٔ ، آخر به درته حقیقت معلوم شی۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی کله چې ترېنه سخته لرې شی نو بیا خپل حقیقی مالک هېر کړی اؤ دَ هغهٔ دَ نعمتونو ناشکری شروع کړی اؤ دَ دروغو شریکان ورسره پیدا کړی۔ دومره شرم هم نهٔ ورځی چې لږ ساعت مخکښې ېٔ دا ټول هېر وو اؤ الله ته ېٔ زاریٔ کؤلے اؤ چې هغهٔ ورباندې رحم وکړو نو اوس بیا نافرمانی کوی اؤ دَ هغهٔ دَ عذاب نه بې فکره شو۔
وَ یَجْعَلُوْنَ لِمَا لَا یَعْلَمُوْنَ نَصِیْبًا مِّمَّا رَزَقْنٰهُمْ١ؕ تَاللّٰهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُوْنَ۝۵۶
اؤ مقرروی دوی هغه چا ته چې نهٔ پېژنی څهٔ برخه دَ هغه رزق چې مونږ ورکړے۔ ف۷۹ قسم پهٔ الله تاسو نه به تپوس کیږی دَ هغه بهتانونو چې تاسو ېٔ تړیٔ۔ ف۸۰
ف۷۹: دا خبره هغو کسانو ته کیږی څوک چې پهٔ خپل فصل کښې یا دَ تجارت پهٔ مال کښې دَ الله نه غیر دَ بل چا نذر نیاز یا برخه مقرروی۔ لکه دَ عربو دَ مشرکانو چې رواج وهٔ دَ کوم بیان چې پهٔ اتمه پاره کښې پهٔ دویٔمه رکوع کښې تېر شوے دے۔
مَا لَا یَعْلَمُوْنَ نه مطلب هغه بتان وغېره دی چې عربو به دَ خپل جهالت پهٔ وجه دَ نفع نقصان مالکان ګڼل (اؤ دَ نقصان نه بچ کېدو دپاره به ېٔ دَ خپل مال څهٔ حصه دَ هغو پهٔ نوم کؤله) سره دَ دې چې دَ هغو سره دَ دې خبرې څهٔ مضبوط دلیل اؤ سند نهٔ وهٔ (خو رواج ېٔ هم دغه شان راغلے وهٔ پهٔ هغې پسې روان وو) بیا دَ الله سره ېٔ شریکان کؤل څهٔ څیزونه؟ دَ کاڼی بتان چې هېڅ قسم ژوند څهٔ طاقت څهٔ حرکت پکښې نهٔ وهٔ ۔
ف۸۰: یعنی پهٔ قیامت کښې به دَ دې شرارتونو تپوس ترېنه کیږی چې دَ الله پهٔ ورکړی رزق کښې دَ بل چا دَ شریکؤلو تاسو ته څهٔ حق وهٔ ۔ (باقی دَ چا روح ته ثواب بخښل بیله خبره ده هغه پهٔ دې کښې نهٔ راځی)
وَ یَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ الْبَنٰتِ سُبْحٰنَهٗ١ۙ وَ لَهُمْ مَّا یَشْتَهُوْنَ۝۵۷
اؤ دوی جوړوی الله ته لوڼه ، هغه دَ دې خبرو نه پاک دے ف۸۱ اؤ ځان دپاره (مقرروی) څهٔ چې ېٔ خوښه وی۔ ف۸۲
ف۸۱: یعنی هغه دَ دې نه پاک دے چې اولاد ېٔ وی اؤ بیا خاص لوڼه ۔ پهٔ دې آیت کښې دَ عربو دَ یوې قبیلې بنو خزاعه دَ دې عقیدې رد شوے دے چې هغوی به فرښتې دَ الله لوڼه ګڼلې۔
ف۸۲: یعنی خپل ځان دپاره خو ېٔ لوڼه نهٔ دی خوښې ځامن غواړی اؤ دَ الله دپاره لوڼه مقرروی۔
وَ اِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُنْثٰی ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّ هُوَ كَظِیْمٌۚ۝۵۸
اؤ کله چې خبر ورکړې شی پهٔ دوی کښې یو کس ته دَ لور ، نو مخ ېٔ تک تور شی اؤ زړهٔ ېٔ خفه شی۔ ف۸۳
ف۸۳: یعنی پهٔ دوی کښې کهٔ چا ته خبر ورکړې شی چې لور دې وشوه نو تندې ېٔ تریو شی اؤ ټوله ورځ خفه زهیر ګرځی۔ دَ مخ رونق ېٔ ورک شی چې دا غم دَ کومې مخې راغلو۔
یَتَوَارٰی مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوْٓءِ مَا بُشِّرَ بِهٖ١ؕ اَیُمْسِكُهٗ عَلٰی هُوْنٍ اَمْ یَدُسُّهٗ فِی التُّرَابِ١ؕ اَلَا سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ۝۵۹
ځان پټوی دَ خلقو نه دَ دې خراب خبر اورېدو پهٔ وجه ف۸۴ چې ژوندیٔ ېٔ پرېږدی شرم ټول قبول کړی اؤ کهٔ پهٔ خاورو کښې ېٔ ومنډی ف۸۵ واؤریٔ ډېره خرابه فیصله کوی دوی۔ ف۸۶
ف۸۴: یعنی دا یو شرم ګڼی چې دا لور چې لویه شی نو چا ته به ېٔ ورکوم څوک به مې زوم کیږی نو دَ دې غمه دَ خلقو نه پټ پټ ګرځی۔
ف۸۵: اؤ شپه ورځ پهٔ دې غم کښې وی چې دا شرم قبول کړی لور ژوندیٔ پرېږدی اؤ کهٔ پهٔ زمکه کښې ېٔ ښخه کړی۔ دَ اسلام نه مخکښې عربو کښې دا رواج وهٔ چې لور به ېٔ ژوندیٔ پهٔ زمکه کښې ښخه کړه چې دَ شرم نه خلاص شی۔ اسلام دا ظلم ختم کړو ۔ ځنو مفسرانو دَ ”اَیُمْسِکُهٗ عَلٰی هُوْنٍ“ ترجمه دا کړے ده ”چې دَ ژوندیٔ پرېښو پهٔ حالت کښې به ورسره داسې تعلق ساتی اؤ داسې خواره اؤ ذلیله به ېٔ ګڼی لکه چې اولاد ېٔ نهٔ وی بلکې لکه چې هډو بنیادم نهٔ وی ( دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې عربو کښې دَ ښځو ژوند ډېر خراب وهٔ ۔ دَ څاروی نه پهٔ زیات نظر ورته چا نهٔ کتل بلکې ځنی څاروی به ترې قدرمند وو)
ف۸۶: دَ ښځو سره چې دوی کوم ظالمانه سلوک کؤلو دَ هغې نه زیات ظلم دا دے چې دوی الله دپاره اولاد منلو اؤ بیا اولاد هم جینکۍ دَ کومو نه چې ېٔ خپله نفرت کؤلو۔ (نو دَ دې نه زیات ظلم به څهٔ وی چې کوم شی باندې چې خپله شرمېدل اؤ نفرت ېٔ ترې کؤلو دَ الله دپاره ېٔ (نعوذ بالله) هم دَ هغه شی تجویز کؤلو)
لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ١ۚ وَ لِلّٰهِ الْمَثَلُ الْاَعْلٰی١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۠۝۶۰
څوک چې نهٔ منی آخرت دَ هغو شان ډېر خراب دے۔ اؤ دَ الله شان دَ ټولو نه پورته دے، ف۸۷ اؤ هم هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند۔ ف۸۸
ف۸۷: یعنی مشرکان څوک چې دَ خپل ظلم دَ انجام نه خبر نهٔ دی ناکاره حالت یا ناکاره مثال هم دَ هغو دے۔ اؤ هم هغوی اولاد ته محتاج دی چې پهٔ سخته یا بوډاوالی کښې به ېٔ پکار شی اؤ دَ شرم یا غریبیٔ پهٔ وجه اولاد هلاکؤل هم دَ کافرو کار دے اؤ دَ دې ظلم ناکاره انجام به هم دوی ته رسی ، خلاصېدے ترې نهٔ شی۔ غرض دا چې پهٔ هر حالت کښې دَ عیب اؤ نقصان حالت دَ مشرکانو دے۔
الله تعالیٰ دَ دې خبرو نه ډېر وچت اؤ پاک دے۔ دَ هغهٔ لائق خو هم هغه صفتونه دی چې ډېر پاک ډېر اعلٰی اؤ ډېر وچت دی۔
ف۸۸: الله تعالیٰ دَ زبردست قدرت مالک دے سمدستی دَ هر جرم سزا ورکؤلے شی خو سمدستی سزا ورکؤل دَ هغهٔ دَ حکمت تقاضا نهٔ ده ۔ دَ خپل رحم اؤ شفقت پهٔ وجه مجرمانو ته مهلت ورکوی چې توبه وباسی اؤ خپله اصلاح وکړی۔
وَ لَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَّا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّ لٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی١ۚ فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّ لَا یَسْتَقْدِمُوْنَ۝۶۱
اؤ کهٔ نیؤلے الله خلق دَ هغوی دَ ظلم پهٔ وجه نو نهٔ به ېٔ وو پریٔښی پهٔ زمکه یو ګرځېدونکے شے لېکن دوی ته مهلت ورکوی تر یوې مقررې نېټې پورې ۔ بیا کله چې راشی دغه نېټه ، نه به دوی وروستو کېدے شی یو ساعت اؤ نهٔ به مخکښې تلې شی۔ ف۸۹
ف۸۹: یعنی کهٔ الله تعالیٰ پهٔ جرم اؤ ګستاخیٔ باندې سمدستی سزا ورکؤل شروع کړی نو دَ زمکې پهٔ مخ دا آبادی به ختمه شی ځکه چې پهٔ دنیا کښې زیات خلق ظالمان اؤ بدکاره دی۔ اؤ دَ معمولی غلطیٔ اؤ ګناه نه خالی خو به ډېر کم وی اؤ چې مجرمان سمدستی هلاکؤلے شی نو بیا پهٔ زمکه دَ پاکو پېغمبرانو پیدا کؤل هم بې فائدې وو ۔ دَ هغو خو بیا دَ پاکو فرښتو سره وسېدل پکار وو ۔ اؤ چې دَ زمکې پهٔ مخ بنیادم پاتې نهٔ شی نو نورو ژوندیو څیزونو ته څهٔ ضرورت وهٔ؟ دا خو ټول دَ بنیادمو دَ فائدې اؤ ژوند ښهٔ کؤلو پهٔ خاطر پیدا شوی دی۔ فرض کړیٔ کهٔ الله پاک دَ بنیادمو دَ ګناهونو پهٔ وجه بارانونه بند کړی نو آیا دَ بنیادمو سره به دَ قحط نه نور ژوندی څیزونه هلاک نهٔ شی څهٔ؟ بهرحال کهٔ الله تعالیٰ پهٔ هر جرم سمدستی سزا ورکؤل شروع کړی نو دا دنیا به ټوله ورانه شی۔ مګر الله تعالیٰ دَ خپل رحم وکرم اؤ حکمت پهٔ وجه مجرمانو ته مهلت اؤ دَ اصلاح موقع ورکوی اؤ تر یو مقررې نېټې پورې ورته صبر کوی کله چې هغه نېټه راورسی نو بیا نهٔ یو سیکنډ دېخوا کېدے شی نهٔ اخوا ۔ ځنو مفسرانو مَا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَابَّةٍ کښې دَابَّة نه دَابَّة ظَالِمَة مراد اخستې دے ۔ یعنی ټول ژوندی څیزونه نه بلکې صرف مجرمان۔ پهٔ دې تفسیر څهٔ اشکال نشته۔ مونږ چې کوم تقریر وکړو دا پهٔ دې بناء دے چې دَابَّة نه عام ژوندی مراد واخستې شی۔ پهٔ نکره باندې تنوین دَ عموم فائدہ ورکوی۔ یعنی بالکل یو ژوندې شے به هم پاتې نهٔ شی۔
وَ یَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ مَا یَكْرَهُوْنَ وَ تَصِفُ اَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ اَنَّ لَهُمُ الْحُسْنٰی١ؕ لَا جَرَمَ اَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَ اَنَّهُمْ مُّفْرَطُوْنَ۝۶۲
اؤ جوړوی دوی الله ته هغه څیزونه چې دَ دوی خپله خوښ نه دی ف۹۰ اؤ بیانوی دَ دوی ژبې دروغ چې دوی دپاره بهتریٔ دی۔ ف۹۱ یعنی دوی لره اور دے اؤ دوی به ورمخکښې کؤلے شی۔ ف۹۲
ف۹۰: یعنی خپل ځان دپاره چې ېٔ کوم څیزونه خوښ نهٔ دی (لکه لوڼه یا خپل مال کښې بل شریکؤل) هغه الله دپاره ثابتوی۔
ف۹۱: یعنی سره دَ دې ګستاخیو پهٔ خلهٔ دا دعویٰ کوی چې مونږ دنیا کښې هم دَ ښو څیزونو اؤ دَ آرام اؤ راحت حقدار یو اؤ کهٔ دَ آخرت دا خبرې رښتیا وی نو هلته به هم دغه شان پهٔ مزو کښې یُو۔ وَ لَئِنْ اَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنْۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَیَقُوْلَنَّ هٰذَا لِیْ ۙ وَ مَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآئِمَةً ۙ وَّ لَئِنْ رُّجِعْتُ اِلٰی رَبِّیْۤ اِنَّ لِیْ عِنْدَهٗ لَلْحُسْنٰی ۔ (سوره حٰم السجده ، رکوع ۶)
(اؤ کهٔ دې کافر ته مونږ دَ سختې نه پس څهٔ راحته ورکړو نو دې وائی دا خو زما حق دے چې یقینی نهٔ دے چې قیامت به راځی اؤ کهٔ زهٔ خپل رب ته واپس هم شوم نو هلته به هم زما دپاره بهتریٔ وی)
ف۹۲: یعنی دَ دومره نافرمانیٔ اؤ ګستاخیٔ سره دا طمع لرل چې پهٔ آخرت کښې به هم پهٔ راحته وی دَ دوی دَ تباهیٔ دلیل دے ۔ راحته خو ورته نشته نشته البته دَ دوزخ اور ورته یقینی تیار دے چې ورمخکښې کؤلی به شی اؤ هغوی به داسې هېر کړې شی چې تر ابده به پکښې پراتهٔ وی بیا ېٔ تپوس نشته۔
تَاللّٰهِ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِیُّهُمُ الْیَوْمَ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۶۳
قسم پهٔ الله چې مونږ راستؤلی دی رسولان مختلفو قومونو ته ستا نه مخکښې ، نو بیا ښائسته ښکاره کړل هغوی ته شیطان دَ هغوی کارونه ، نو هم هغه دَ هغوی ملګرے دے نن ورځ اؤ دوی دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۹۳
ف۹۳: دَ مکّې معظّمې دَ مشرکانو دَ غلطو عقیدو بیانؤلو نه پس اوس حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکؤلے شی چې تهٔ دَ دوی پهٔ کارونو خفه کېږه مه ، دَ ستا نه مخکښې نورو قومونو ته هم ما دغه شان رسولان راستؤلی دی اؤ همېشه هم دغسې شوی دی چې شیطان لعین دغه قومونو ته خراب کارونه ښهٔ ښکاره کؤل هم دغه شان به ېٔ دَ رسولانو سره دښمنی کؤله اؤ دَ حق منلو نه به ېٔ انکار کؤلو ۔ نو اوس هغه ټول پهٔ سخت عذاب کښې پراتهٔ دی اؤ شیطان ېٔ هېڅ پهٔ ښهٔ رانهٔ غلو۔ دَ دوی انجام به هم دغه شان وی۔ ځنو مفسرینو دَ ” فَهُوَ وَلِیُّهُمُ الْیَوْمَ “مطلب دا بیان کړے دے چې هغه شیطان چې مخکښې قومونه ېٔ تباه کړی دی هغه نن دَ دې مشرکانو دوست شوے دے۔ ناکاره کارونه ورته ښائسته کوی ، اؤ دوی هم هغه شان دَ تباهیٔ کندې ته غوزوی۔
وَ مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ اِلَّا لِتُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِی اخْتَلَفُوْا فِیْهِ١ۙ وَ هُدًی وَّ رَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۝۶۴
اؤ مونږ راستؤلے پهٔ تا باندې کتاب دې دپاره چې تهٔ صفا صفا بیان کړې دوی ته هغه خبرې چې دوی پکښې جګړې کوی۔ ف۹۴ اؤ هدایت اؤ رحمت دَ مؤمنانو دپاره ۔ ف۹۵
ف۹۴: یعنی قرآن کریم دې دپاره نازل شوے دے چې کومو حقو خبرو کښې اختلاف کوی اؤ جګړې کوی (لکه توحید ، آخرت اؤ دَ حلالو ، حرامو احکام) دَ دې خبرو ښهٔ وضاحت وکړی چې چا ته ورکښې شک پاتې نهٔ شی۔ مطلب دا چې قرآن کریم پهٔ اختلافی خبرو کښې څرګنده فیصله وکړی اؤ خلقو ته حقه لار ښهٔ واضحه کړی بیا ېٔ څوک منی اؤ کهٔ نه ۔ دا دَ خلقو خپل کار دے۔ کهٔ چا ته الله توفیق ورکړو وبه ېٔ منی اؤ کهٔ ور ېٔ نهٔ کړو نهٔ به ېٔ منی تهٔ ورباندې مهٔ خفه کېږه ۔ ستا فرض خو صرف احکام رسؤل اؤ دَ حق وضاحت کؤل دی۔
ف۹۵: یعنی فیصله اؤ واضح بیان خو دَ ټولو دپاره دے خو فائدہ ترېنه هغه کسان اخستے شی څوک چې پرې یقین وکړی اؤ پهٔ خپله مینه ورباندې ایمان راؤړی۔
وَ اللّٰهُ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ۠۝۶۵
اؤ الله راکوزې کړې دَ آسمان نه اوبهٔ ، بیا ېٔ ژوندیٔ کړه پهٔ دې اوبو زمکه دَ هغې دَ مرګ نه پس ۔ ف۹۶ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې اوری۔ ف۹۷
ف۹۶: یعنی وچه زمکه ېٔ دَ باران پهٔ اوبو شنه زرغونه کړه ګویا وچېدل دَ زمکې مرګ اؤ شنهٔ کېدل ژوند دے ۔
ف۹۷: یعنی دغه شان پهٔ قرآن شریف دَ جهالت پهٔ خشکیٔ مړهٔ زړونه دَ علم اؤ ایمان پهٔ رڼا بیا تازه اؤ آباد ، ودان کړی۔
وَ اِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً١ؕ نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهٖ مِنْۢ بَیْنِ فَرْثٍ وَّ دَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآىِٕغًا لِّلشّٰرِبِیْنَ۝۶۶
اؤ ستاسو دپاره پهٔ څاروؤ کښې دَ سوچ اؤ فکر موقع ده ۔ څښوؤ مونږ پهٔ تاسو دَ هغوی دَ خېټو دَ څیزونو نه دَ غوشیانو اؤ وینې ترمینځه صفا ستره پئ مزېدار ۔ ف۹۸ دَ څښونکیو دپاره ۔ ف۹۹
ف۹۸: یعنی څاروی چې ګیاه وخوری نو پهٔ خېټه کښې دَ هغې نه درے (۳) څیزونه جوړیږی۔ دَ دې څاروؤ پهٔ بدن کښې قدرت داسې مشین لګؤلے دے چې دَ خوراک دَ ځنو اجزاؤ نه خو غوشوی اؤ پچې جوړې شی اؤ بهر ووځی اؤ دَ ځنو اجزاؤ نه پاک و صفا خواږهٔ پئ تیار شی۔ دَ الله پهٔ قدرت دَ دوؤ ناپاکو څیزونو وینې اؤ غوشیو ترمینځه یو داسې صفا سُتره شے (پئ) هم تیار شی چې دَ بنیادم پهٔ خوراکونو کښې دَ ټولو نه اعلٰی خوراک دے۔
ف۹۹: وړومبے دَ کتاب نازلؤلو پهٔ مناسبت سره دَ اوبو دَ نازلؤلو ذکر راغلو بیا دَ هغې پهٔ مناسبت نور دَ بنیادمو دَ څښلو څیزونو لکه پئ ۔ ګبین ۔ نبیذ ۔ شراب ذکر وشو ۔ پهٔ یو بل ځائې کښې هم چې دَ جنت دَ نهرونو ذکر راغلے دے ورسره دَ دې څلور قسمه دَ څښلو څیزونه ذکر شوی دی۔
فِیْهَاۤ اَنْهَارٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ ۚ وَ اَنْهَارٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ ۚ وَ اَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِلشَّارِبِیْنَ ۚ وَ اَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُصَفًّی ؕ (سوره محمّد ، رکوع ۲)
دلته دَ دې څیزونو دَ ذکر غرض دا دے چې دَ خلقو پهٔ خیال کښې چې کوم ښهٔ اؤ قدرمند څیزونه دی دا ټول الله تعالیٰ پیدا کړی دی نو بیا بنیادم څنګه دَ داسې محسن غلامی پرېږدی اؤ دَ بل چا غلامی قبلوی ۔ اؤ بل غرض دا دے چې الله تعالیٰ چې څنګه ستاسو دَ بدن دَ حفاظت اؤ پرورش دپاره څیزونه پیدا کړی دی ، دغه شان ېٔ دَ ستاسو دَ روح دَ پرورش دپاره هم طریقې ښیٔلی دی۔ نو پهٔ دغه لار روان شیٔ چې دَ بدن دَ ترقیٔ سره سره روح هم ترقی وکړی اؤ دَ دنیا دَ نعمتونو سره مو دَ آخرت نعمتونه اؤ همېشه خوشحالیٔ هم نصیب شی۔
وَ مِنْ ثَمَرٰتِ النَّخِیْلِ وَ الْاَعْنَابِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْهُ سَكَرًا وَّ رِزْقًا حَسَنًا١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ۝۶۷
اؤ پهٔ مېوؤ کښې دَ کجورو اؤ نګورو نه جوړویٔ تاسو دَ دې نه نشه اؤ خوراک ښهٔ ۔ ف۱۰۰ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې عقل لری۔ ف۱۰۱
ف۱۰۰: یعنی دَ دې مېوؤ نه شراب جوړویٔ۔ شربتونه ، نبیذ ، سرکه ، وچې مېوې ، خُرما اؤ نور ډېر څیزونه تیارویٔ ۔ دا آیت پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے۔ تر دې وخته شراب حرام نهٔ وو ۔ شراب پهٔ مدینه منوره کښې دَ هجرت نه پس حرام شوی دی۔ بیا هم دلته دَ سَکَرًا نه پس دَ رِزْقًا حَسَنًا وئیل پهٔ دې کښې اشاره ده چې دَ نشې څیز باندې دَ رزق حسنِ اطلاق نهٔ کیږی۔ دَ نشې څیز ښهٔ شے نهٔ دے۔
ف۱۰۱: دَ سَکَرًا نه پس دَ یَعْقِلُوْنَ لفظ کښې دې ته اشاره ده چې پهٔ دې آیتونو پوهېدل دَ عقل دَ خاوندانو کار دے اؤ دَ نشې سره عقل نهٔ شی پاتې کېدے ۔ پهٔ دې آیتونو پوهېدل دَ نشه یانو کار نهٔ دے۔
وَ اَوْحٰی رَبُّكَ اِلَی النَّحْلِ اَنِ اتَّخِذِیْ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا وَّ مِنَ الشَّجَرِ وَ مِمَّا یَعْرِشُوْنَۙ۝۶۸
اؤ حکم ورکړو ستا رب دَ ګبین مچیو ته چې جوړ کړیٔ پهٔ غرونو کښې کورونه اؤ پهٔ ونو کښې اؤ پهٔ څپرونو کښې۔ ف۱۰۲
ف۱۰۲: یعنی دَ انګورو خورېدو دپاره چې کوم څیزونه جوړؤلے شی یا کومې آبادیٔ چې خلق جوړوی دَ ګبین مچیو ته حکم ورکؤلو مطلب دا دے چې دَ هغو فطرت الله پاک داسې پیدا کړے دے چې سره دَ دې چې یو بې عقله شے دے داسې دَ هنر کارونه کوی اؤ ډېر پهٔ صفاییٔ دَ ګبین دپاره دَ مومو نری نری مهین کورونه جوړ کړی اؤ بیا هغه دَ ګبین دَ شربت نه ډک کړی۔ ښهٔ ېٔ سر پوښ کړی چې دَ حرکت سره ترې ګبین نهٔ توییږی۔ دَ ګبین دَ مچیو خپل بادشاه وی اؤ ټول فوج دَ هغهٔ پهٔ حکم ښهٔ پهٔ انتظام خپل خپل کار کوی۔ دَ مچیو دې سردار ته ”یعسُوب“ وائی۔ ټول لښکر دَ هغهٔ تابع وی۔ هغه چې کومه ونه یا مکان خوښ کړی ټولې مچۍ هم هلته دَ ګبین دپاره پهٔ کور جوړؤلو لګیا شی۔ دا خانې ډېرې پهٔ هنرمندیٔ ښې برابرې شپږ ګوټه وی اؤ داسې برابرې چې پهٔ یو کور کښې دَ وېښتهٔ هومره فرق نهٔ وی۔ ماهران وائی کهٔ دا خانې شپږ ګوته نهٔ وې نو څهٔ ځائې به پکښې خالی پاتې کېدو ۔ قدرت ورته داسې هنر وښیٔلې دے چې پهٔ ټول کور کښې دَ یو وېښتهٔ هومره ځائې خالی نهٔ وی۔
ثُمَّ كُلِیْ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ فَاسْلُكِیْ سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا١ؕ یَخْرُجُ مِنْۢ بُطُوْنِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ فِیْهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ۝۶۹
بیا خوریٔ هر قسم مېوې ف۱۰۳ بیا روان شیٔ دَ خپل رب پهٔ صفا آسانو لارو ۔ ف۱۰۴ راوځی دَ دې مچیو دَ ګېدو نه یو قسم شربت چې رنګونه ېٔ جُدا جُدا دی۔ ف۱۰۵ پهٔ دې کښې شفا ده دَ خلقو دپاره ۔ ف۱۰۶ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې سوچ فکر کوی۔ ف۱۰۷
ف۱۰۳: کُلِیْ اؤ فَاسْلُکِیْ دواړه تکوینی حکمونه دی یعنی فطرت ېٔ داسې پیدا شوے دے چې دا کارونه به کوی ۔ ګرځی به دَ هر قسم مېوؤ اؤ ګلونو نه به خپل خوراک ټولوی اؤ بیا به دَ هغې نه دَ ګبین شربت اؤ ژاوله تیاروی۔
ف۱۰۴: یعنی دَ خوراک حاصلؤلو نه پس ورته دَ واپسیٔ لار صفا ستره اؤ څرګنده پرته وی۔ پهٔ تجربه معلومه شوے ده چې دَ ګبین مچۍ کله کله دَ خوراک حاصلؤلو دپاره دَ خپلې دېرې نه ډېرې لرې لرې لاړې شی اؤ بیا هم خپل ځائې ته ټهیک واپس رارسی۔ چرې ترېنه لار نهٔ خطا کیږی۔ ځنو مفسرانو دَ فَاسْلُكِیْ سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا مطلب دا بیان کړے دے چې الله پاک چې ورته کومې فطری لارې مقررې کړی دی پهٔ هغې ښهٔ پهٔ فرمانبرداریٔ عمل کوی۔ یعنی دَ ګلونو اؤ مېوؤ دغه خوراک حاصلوی اؤ ګبین ترې جوړوی ۔
ف۱۰۵: یعنی سپین ، زیړ ، سور دَ جُدا جُدا رنګونو ګبین جوړوی۔ وائی چې دا دَ رنګونو فرق دَ موسم اؤ دَ خوراک دَ فرق پهٔ وجه اؤ دَ مچیو دَ عمر پهٔ مناسبت راځی۔
ف۱۰۶: یعنی پهٔ ډېرو مرضونو کښې خالص ګبین یا پهٔ نورو دارو کښې ګډ ورکؤلے شی اؤ الله پاک پرې رنځورانو ته شفا ورکوی۔ یو صحیح حدیث دے چې پهٔ یو سړی دستونه لګېدلی وو دَ هغهٔ ورور نبی کریمﷺ ته راغلو ۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل ګبین پرې وڅښوه ۔ پهٔ ګبین څښلو ېٔ دستونه نور هم زیات شول هغه بیا راغلو حضور اکرمﷺ ته ېٔ شکایت وکړو چې هغه خو نور هم زیات شو ۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل صَدَقَ اللہُ وَکَذَبَ بَطْنُ اَخِیْكَ (الله رښتونې دے ستا دَ ورور ګېډه دروغژنه (خرابه) ده) بیا ېٔ ورکړه ۔ هغهٔ بیا ورکړو ۔ هم دستونه لا زیات شو ۔ بیا حضور اکرمﷺ ته راغلو هغوی ورته وفرمائیل نور ورکړه ۔ پهٔ دریٔم ځل چې ېٔ ورکړو نو دستونه ېٔ بند شو اؤ سړے جوړ شو ۔ طبیبان وائی کله کله پهٔ ګېډه کښې داسې خرابه ماده جمع شی چې څهٔ شے ورځی هغه دَ ځان سره خرابوی اؤ دستونه ېٔ راځی۔ دَ هغې علاج هم دغه دے چې ښهٔ جلاب ورکړې شی چې دا خرابه ماده ووځی۔ ګبینهٔ هم دستونه راولی۔ نو شاید چې حضور اکرمﷺ هم پهٔ دغه طبعی طریقه ورته دَ ګبینهٔ ورکؤلو هدایت کړے وهٔ ۔ ثمامه عبسی چې دغه شان ناجوړه شوے وهٔ نو دَ هغه وخت شاهی طبیب ېٔ هم پهٔ دغه طریقه علاج کړے وهٔ۔
ف۱۰۷: حضرت شاه صاحب لیکلی چې الله تعالیٰ پهٔ پورتنیو آیتونو کښې دَ خراب څیز نه دَ ښهٔ څیز پیدا کېدو درے (۳) مثالونه وښیٔل (۱) دَ غوشیو اؤ وینې ترمینځه پئ پیدا کېدل۔ (۲) دَ نشې دَ مادې انګورو اؤ کجورو نه پاک څیزونه جوړېدل ، (۳) دَ مچۍ دَ ګېډې نه دَ ګبین غوندې شفائی څیز راوتل پهٔ دې کښې اشاره ده چې دَ قرآن پهٔ برکت به دَ دې کافرو پهٔ اولاد کښې نیکان اؤ عالمان پیدا شی اؤ دا خبره دَ حضور اکرمﷺ پهٔ ژوند پوره شوه۔ دَ مشرکانو پهٔ اولاد کښې دَ اسلام لوئی لوئی خادمان ، عالمان ، جرنیلان اؤ غازیان پیدا شو۔
وَ اللّٰهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ یَتَوَفّٰىكُمْ١ۙ۫ وَ مِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْ لَا یَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَیْـًٔا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ۠۝۷۰
اؤ الله تاسو پیدا کړیٔ ، بیا هغه درته مرګ راولی ۔ اؤ ځنې کسان پهٔ تاسو کښې ورسؤلے شی ناکاره عمر ته ۔ چې دَ پوهې نه پس بیا سر دوباره ناپوهه شی۔ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ قدرتونو خاوند ۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: الله تعالیٰ دا خارجی نښانې دې دپاره بیان کړې چې بنیادم پهٔ خپل وجود فکر وکړی۔ چې هېڅ نهٔ وو الله تعالیٰ پیدا کړل ۔ وجود ېٔ ېٔ ورکړو ۔ بیا ېٔ مرګ راوستو اؤ ورکړے ژوند ېٔ ترې بیا واخستو خو دهٔ هېڅ نهٔ شو کؤلے۔ اؤ ځنی ېٔ پهٔ ژوند داسې حالت ته ورسؤل چې عقل هوش ېٔ ګډ وډ شو ۔ لاسو ښپو کښې ېٔ طاقت پاتې نهٔ شو ، غوږونه سترګې ېٔ خرابې شوې۔ نهٔ څهٔ اوری ، نهٔ وینی اؤ نهٔ څهٔ کار کؤلے شی۔ نهٔ پهٔ خبره پوهیږی اؤ نهٔ ورته څهٔ خبره یاده وی۔ دَ دې نه معلونه شوه چې دَ هر څهٔ خزانې دَ الله پهٔ قدرت کښې دی چا ته چې ېٔ ورکوی اؤ دَ چا نه چې ېٔ اخلی دَ بل چا پکښې هېڅ اختیار نهٔ چلیږی۔ دَ حضرت شاه صاحب پهٔ خیال دې آیت کښې دې ته اشاره ده چې دَ حضور اکرمﷺ پهٔ اُمت کښې به کاملینو نه پس بیا کمزوری اؤ ناقص امتیان پیدا کیږی۔
وَ اللّٰهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ فِی الرِّزْقِ١ۚ فَمَا الَّذِیْنَ فُضِّلُوْا بِرَآدِّیْ رِزْقِهِمْ عَلٰی مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَهُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ١ؕ اَفَبِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ۝۷۱
اؤ الله لوئی ورکړی پهٔ تاسو کښې ځنو ته پهٔ ځنو باندې پهٔ روزیٔ کښې ۔ اؤ کومو کسانو ته چې ېٔ لوئی ورکړی هغوی نهٔ رسوی خپله برخه روزی خپلو مریانو ته چې دواړه سره پهٔ روزیٔ کښې برابر شی۔ آیا دوی دَ الله دَ نعمتونو نه منکر دی۔ ف۱۰۹
ف۱۰۹: یعنی دَ الله تعالیٰ ورکړے روزی اؤ نعمتونه ټول مخلوق ته یو شان ورکړی شوی دی ۔ هغه دَ خپل کامل حکمت اؤ مصلحت پهٔ مناسب ځنو ته پهٔ ځنو نورو فضیلت ورکړے دے ۔ څوک غریب دے څوک مالدار ۔ څوک عالم دے څوک جاهل ۔ چا ته ېٔ ډېر عقل اؤ هنر ورکړے دے چا ته لږ ۔ یو مالک وی اؤ نور ېٔ نوکران خادمان۔ یو داسې غلام وی چې پهٔ خپل اختیار یوه پېسه هم نهٔ شی لګؤلے پهٔ هره خبره کښې دَ مالک سترګو ته ګوری۔ نو آیا دَ دنیا یو مالک به دا خوښه کړی چې دَ هغهٔ یو دغه شان غلام چې هغه پهٔ مال جائیداد ، عزت اؤ قدر کښې دَ هغهٔ سره مساوی شریک شی؟ هېچرې هم نه ۔ نو چې دا دواړه یو شان بنیادم دی اؤ مالک دا نهٔ شی زغملې چې دَ هغهٔ غلام دې هغهٔ سره پهٔ قدر عزت کښې برابر شی۔ نو بیا یو حقیقی خالق اؤ مالک سره تاسو دَ هغهٔ جوړ کړے مخلوق څنګه پهٔ خداییٔ کښې شریکویٔ؟ مشرکانو به خپله هم دا اقرار کؤلو (لَا شَرِیْكَ لَكَ اِلَّا شَرِیْكًا هُوَا لَكَ تَمْلِکُهٗ وَمَا مَلَكَ) (ستا شریک نشته مګر داسې شریک دې شته چې تهٔ ېٔ مالک ئ اؤ هغه دَ ستا مالک نهٔ دے) نو دا څومره غټه بې وقوفی ده چې یو داسې کار چې بنیادم نهٔ شی برداشت کؤلے هغه حقیقی مالک پورې تړلې شی۔ آیا دا دَ الله دَ نعمتونو هغه شکریه ده چې کوم شے تاسو ځان ته نهٔ خوښویٔ هغه شے دَ الله دپاره خوښه ویٔ؟ اؤ څنګه چې الله پاک پهٔ رزق کښې خلقو ته پهٔ یو بل فضیلت ورکړے دے نو کهٔ دغه شان ېٔ پهٔ علم کښې اؤ دَ پېغمبریٔ پهٔ کمالاتو کښې یو بنده پهٔ نورو زیات کړو نو تاسو ترېنه انکار ولې کویٔ؟
وَ اللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ بَنِیْنَ وَ حَفَدَةً وَّ رَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ١ؕ اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَ بِنِعْمَتِ اللّٰهِ هُمْ یَكْفُرُوْنَۙ۝۷۲
اؤ الله پیدا کړی ستاسو دپاره هم ستاسو دَ جنس نه ښځې ۔ ف۱۱۰ اؤ پیدا ېٔ کړل تاسو دپاره ستاسو دَ ښځو نه ځامن اؤ نمسی ۔ ف۱۱۱ اؤ تاسو ته ېٔ پاک ستره رزق درکړو ۔ ف۱۱۲ نو تاسو آیا پهٔ دروغو خبرو یقین کویٔ اؤ دَ الله نعمتونه نهٔ منیٔ ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۰: یعنی هم دَ خپل نوعی بنیادمو دَ قسم نه ېٔ ستاسو دپاره جوړه پیدا کړه چې تاسو ته سکون اؤ محبت اؤ آرام حاصل شی۔
ف۱۱۱: بال بچ اؤ نمسا نمسی چې دَ نسل باقی پاتې کېدو یوه ذریعه ده۔
ف۱۱۲: صفا ستره رزق دَ خپل صحت اؤ شخصی بقا ذریعه ده۔
ف۱۱۳: یعنی دَ بتانو احسان خو منیٔ چې دا سخته ېٔ رانه لرې کړه ۔ یا ېٔ اولاد راکړو ۔ یا بل څهٔ دَ دروغو ۔ نو دا دَ دروغو احسان خو منیٔ اؤ کوم الله چې پهٔ رښتیا درباندې دومره احسانونه کړی دی دَ هغهٔ احسان نهٔ منیٔ؟ شاه صاحب لیکلی دی ۔ دې کښې اشاره ده چې دَ فانی جسم اؤ نسل دَ بقاء پهٔ اسبابو خو یقین کویٔ اؤ الله تعالیٰ چې درباندې دومره لوئے احسان کړے دے ، دَ پېغمبر پهٔ ذریعه درته هغه هدایات راستوی چې دَ روحانی ژوند اؤ دائمی بقا ذریعه ده دَ هغې نه انکار کویٔ؟
وَ یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ شَیْـًٔا وَّ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَۚ۝۷۳
اؤ دوی عبادت کوی دَ الله نه غیر دَ داسې څیزونو چې اختیار نهٔ لری دَ دوی دَ رزق پهٔ آسمانونو کښې اؤ پهٔ زمکه کښې هېڅ هم ۔ ف۱۱۴ اؤ نهٔ څهٔ قدرت لری ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۴: یعنی نهٔ باران ورؤلے شی اؤ نهٔ فصلونه زرغونؤلے شی اؤ نهٔ نور څهٔ طاقت اؤ اختیار لری نو داسې بې فائدې څیزونه دَ هغه قادر مطلق سره څنګه شریکېدے شی؟ (لږ سوچ خو وکړیٔ)
ف۱۱۵: یعنی نهٔ فی الحال څهٔ طاقت اؤ قدرت لری اؤ نهٔ ېٔ پهٔ راتلونکی وخت کښې حاصلؤلے شی۔
فَلَا تَضْرِبُوْا لِلّٰهِ الْاَمْثَالَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ وَ اَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ۝۷۴
نو مهٔ تړیٔ پهٔ الله پورې مثالونه ۔ ف۱۱۶ بېشکه الله ښهٔ پوهیږی اؤ تاسو نهٔ پوهېږیٔ ۔ ف۱۱۷
ف۱۱۶: مشرکانو به وې چې لوئے الله یو دے خو دا بتان دَ هغهٔ دَ طرف نه نائبان اؤ وکیلان دی۔ زمونږ کار هم پهٔ دوی روانیږی ، لوئے خدائې ته هر څوک نهٔ شی رسېدے۔ لکه بادشاه سره چې خپله هر سړے ملاقات نهٔ شی کؤلے دَ هغهٔ مقرر کړی حاکمانو پهٔ ذریعه ورته درخواست پېش کوی ۔ نو دا مثال غلط دے۔ الله تعالیٰ هر څهٔ پهٔ خپله کوی پهٔ واسطه وی اؤ کهٔ بلا واسطه ۔ هېڅ کار ېٔ بل چا ته داسې نهٔ دے حواله کړے لکه څنګه چې بادشاه خپلو ماتحتو حاکمانو ته ځنی اختیارات وسپاری۔ حواله کړی خو ورته بادشاه وی خو بیا پهٔ هغه فیصلو کښې هغوی خپله آزاد وی ۔ دَ حاکم یا قاضی دَ فیصلو نه بادشاه خبریږی هم نه اؤ نهٔ ورکښې بیا دَ بادشاه دَ اجازت اؤ ارادې څهٔ دخل وی ۔ دَ الله تعالیٰ بادشاهی داسې نهٔ ده ۔ هغه دَ هرې وړې لوئے خبرې نه خپله خبر دے۔ پهٔ دنیا کښې هېڅ یو کار بغیر دَ الله تعالیٰ دَ علم اؤ ارادې نه نهٔ شی کېدے نو ضروری ده چې بنیادم پهٔ هره هره خبره کښې حقیقی فاعل اؤ مختار الله تعالیٰ ومنی اؤ صرف دَ هغهٔ نه امداد وغواړی اؤ یواځې دَ هغهٔ عبادت کوی۔ دَ ابن عباسؓ نه دَ دې آیت داسې معنٰی نقل شوے ده چې دَ الله مماثل اؤ دَ الله پهٔ شان څوک مهٔ ګڼیٔ دَ الله تعالیٰ نظیر اؤ مماثل یعنی دَ هغهٔ پهٔ شان بل هېڅوک نشته۔
ف۱۱۷: یعنی تاسو نهٔ پوهېږیٔ چې دَ الله تعالیٰ دپاره څنګه مثال بیان کړیٔ چې اصل مطلب واضح شی اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ لوییٔ اؤ پاکیٔ کښې څهٔ شک پیدا نهٔ شی کهٔ صحیح مثال لټویٔ نو مخکښې درته دوه مثالونه بیانیږی پهٔ دې غور وکړیٔ اؤ دَ مثال پهٔ غرض ځان پوهه کړیٔ۔
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوْكًا لَّا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّ مَنْ رَّزَقْنٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ یُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَّ جَهْرًا١ؕ هَلْ یَسْتَوٗنَ١ؕ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ١ؕ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۷۵
الله درته مثال ښیٔ ۔ چې یو تن دَ بل غلام دے چې هېڅ اختیار نهٔ لری پهٔ هېڅ څیز کښې اؤ بل کس هغه دے چې مونږ روزی ورکړے دَ خپل طرف نه ښهٔ فراخه ، چې هغه ترېنه خرڅ کوی پهٔ پټه اؤ پهٔ څرګنده ۔ نو آیا دا دواړه کسان سره یو برابرېدے شی، ټول تعریفونه دَ الله دی ۔ لېکن اکثر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۱۱۸
ف۱۱۸: یعنی یو سړے دے چې آزاد نهٔ دے دَ بل غلام دے۔ خپل ېٔ هېڅ اختیار نشته دَ بل خلې ته ګوری پهٔ هر خبره کښې دَ مالک اجازت ته محتاج دے۔ اؤ بل سړے دے آزاد چې الله تعالیٰ ورباندې فضل کړے دے۔ ډېر طاقت اؤ فراخه روزی ېٔ ورکړے ده چې پهٔ هغې کښې هغه شپه اؤ ورځ پهٔ خپل اختیار تصرف کوی هېڅوک ېٔ منع کؤلے نهٔ شی چې څهٔ ېٔ زړهٔ غواړی هغه کوی ۔ نو تاسو فکر وکړیٔ چې دا دواړه کسان خپلو کښې سره برابرېدے شی؟ دغه شان پوهه شیٔ چې الله تعالیٰ حقیقی مالک اؤ مختارِ کُل دے ، دَ ټولو تعریفونو حقدار اؤ دَ ټولو خزانو مالک دے چا ته چې څهٔ ورکؤل غواړی څوک پکښې نا منع نهٔ شی کؤلے۔ دَ دنیا یوه یوه ذره دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې ده ۔ نو بیا دا څومره ظلم دے؟ چې دَ کاڼې یو بت چې دَ هېڅ شی مالک و مختار نهٔ دے بلکې خپله دَ بل دَ لاسه جوړ دے۔ داسې شے تاسو دَ هغه خالق و مالک قادرِ مطلق سره برابرویٔ۔ کهٔ مجازی مالک اؤ غلام سره نهٔ شی برابرېدے نو حقیقی مالک اؤ مخلوق سره څنګه برابرېدے شی؟ دَ دې نه پهٔ دې پوهه شیٔ چې دَ الله تعالیٰ یو مقبول بنده چې الله پاک ورته دَ علم اؤ ایمان بې انتها دولت ورکړے دے اؤ هغه شپه ورځ پهٔ خلقو روحانی نعمتونه ویشی ۔ نو یو پلیت مشرک چې دَ بتانو اؤ شیطانی خواهشونو غلام اؤ دَ علم اؤ ایمان نه تش لاس دے نو ګنی دا مشرک چرې دَ هغه ایماندار سره برابرېدے شی؟ هرګز نه ۔
وَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلَیْنِ اَحَدُهُمَاۤ اَبْكَمُ لَا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّ هُوَ كَلٌّ عَلٰی مَوْلٰىهُ١ۙ اَیْنَمَا یُوَجِّهْهُّ لَا یَاْتِ بِخَیْرٍ١ؕ هَلْ یَسْتَوِیْ هُوَ١ۙ وَ مَنْ یَّاْمُرُ بِالْعَدْلِ١ۙ وَ هُوَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۠۝۷۶
اؤ بیانوی الله یو بل مثال ، دوه کسان دی چې یو خو ګونګے دے ۔ ف۱۱۹ هېڅ کار نهٔ شی کؤلے۔ ف۱۲۰ اؤ هغه پهٔ خپل مالک تروټه دے ۔ چې کوم طرف ته ېٔ استوی هېڅ دَ خیر نه راوړی۔ ف۱۲۱ نو ګنی داسې سړے برابرېدے شی دَ هغه سړی سره چې حکم کوی پهٔ انصاف باندې اؤ دے پهٔ لاره نېغه ۔ ف۱۲۲
ف۱۱۹: ابکم : ګونګې ۔ پیدائشی ګونګې کوڼ هم وی ۔ نو نهٔ دَ بل اوری اؤ نهٔ خپله وئیلے شی ۔ بس یو بې کاره شے وی۔
ف۱۲۰: یعنی نهٔ ېٔ حواس شته اؤ نهٔ عقل ، نهٔ ګرځېدے شی نو دَ هېڅ کار نهٔ شو۔
ف۱۲۱: یعنی دَ مالک دَ هېڅ شے نهٔ دے ۔ کوم خوا ته چې ېٔ استوی یا څهٔ کار پرې کوی نو هېڅ خیر نهٔ شی ور رسؤلے۔
ف۱۲۲: یعنی خپله هم پهٔ سمه لار روان دے اؤ نور خلق هم پهٔ سمه لار روانوی ۔ نوهر کله چې دا دواړه کسان سره نهٔ شی برابرېدے ۔ نو بیا دَ خپله لاسه جوړ دَ کاڼی بتان دَ هغه قادرِ مطلق الله سره څنګه پهٔ خداییٔ کښې برابرویٔ؟ یا یو ړوند کوڼ مشرک چې دَ الله تعالیٰ پیدا کړے رزق خوری اؤ دَ خپل مالک دَ هېڅ کار نهٔ دے هغه دَ یو مؤمن سره چې خپله هم پهٔ سمه لار روان دے اؤ نورو ته ېٔ هم ښیٔ څنګه برابرېدے شی؟ یعنی یو طرف ته بې کاره بتان دی ، ړاندهٔ کاڼهٔ چې دَ ځایه نهٔ شی خوزېدے ۔ اؤ بل طرف ته دَ الله رسول دے چې خپله هم دَ الله تابعدار دے اؤ نور مخلوق هم پهٔ دې کار روانوی نو دا رسول دَ تابعداریٔ قابل دے اؤ کهٔ دا بتان؟
وَ لِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ مَاۤ اَمْرُ السَّاعَةِ اِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ اَوْ هُوَ اَقْرَبُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۷۷
اؤ یواځې الله ته معلومې دی پټې خبرې دَ آسمانونو اؤ زمکې ۔ ف۱۲۳ اؤ کار دَ قیامت خو داسې دے لکه دَ سترګو رپ ۔ بلکې دَ دې نه هم ژر ۔ ف۱۲۴ بېشکه الله پهٔ هر څهٔ قادر دے ۔ ف۱۲۵
ف۱۲۳: یعنی ټول مخلوق یو شان نهٔ دے ۔ دَ یو حال دَ بل نه ډېر بد دے ۔ دَ دې حکمت اؤ دَ مخلوق دَ استعداد پټ حالونه یواځې الله تعالیٰ ته معلوم دی نو هغه به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ خپل کامل علم موافق دَ هر یو کس سره جدا جدا معامله کوی۔
ف۱۲۴: یعنی دَ قیامت راتلهٔ ناشنا خبره مهٔ ګڼیٔ ۔ الله تعالیٰ ته هېڅ کار ګران نهٔ دے۔ هغه چې کله دَ مخلوق دپاره ژوندی کؤلو اراده وکړی نو دَ سترګو پهٔ رپ کښې به ېٔ پیدا کړی۔ کَلَمْحِ الْبَصَرْ ۔ محاوره ده بنیادم چې وائی چې دا کار ډېر ژر وشو نو وائی چې دَ سترګو پهٔ رپ کښې وشو ۔ الله تعالیٰ چې دَ یو کار اراده وکړی نو پهٔ هغې دومره وخت هم نهٔ لګی۔ دَ بنیادم دَ پوهې دپاره پهٔ دې الفاظو تعبیر شوے دے ۔
ف۱۲۵: یعنی دَ چا دَ کامل علم چې دا حال دے چې دَ زمکې اؤ آسمانونو دَ ټولو رازونو اؤ دَ دنیا دَ ذرّې ذرّې نه خبر دے اؤ هېڅ شے دَ هغهٔ دَ قدرت اؤ اختیار نه بهر نشته نو دَ هغهٔ سره دَ برابریٔ څوک دی؟ اؤ دَ هغهٔ دپاره به پوره مثال څوک څنګه پېش کړې شی؟
وَ اللّٰهُ اَخْرَجَكُمْ مِّنْۢ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا١ۙ وَّ جَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَ الْاَبْصَارَ وَ الْاَفْـِٕدَةَ١ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۷۸
اؤ الله تاسو دَ میاندو دَ ګېډو نه را وویستیٔ نهٔ مو پېژندو هېڅ شے ۔ اؤ در ېٔ کړل غوږونه اؤ سترګې اؤ زړهٔ ۔ چې تاسو احسان ومنیٔ۔ ف۱۲۶
ف۱۲۶: یعنی دَ پیدائش پهٔ وخت کښې پهٔ هېڅ نهٔ پوهېږیٔ ۔ بیا الله تعالیٰ دَ پوهې زرائع سترګې ، غوږونه اؤ پوهېدونکے زړهٔ (عقل) درکړو ۔ نو دا څیزونه پخپله هم غټ نعمتونه دی۔ اؤ دَ نورو نعمتونو نه فائدې اخستو دپاره اسباب اؤ ذریعې هم دی۔ کهٔ سترګې ، غوږونه اؤ عقل نهٔ وې نو پهٔ بنیادم به دَ علم اؤ ترقیٔ ټولې لارې بندې وې۔ څومره چې وړوکے لوئیږی دومره ورسره عقل فکر هم ترقی کوی ۔ دَ دې احسان شکریه دا وه چې بنده دا طاقتونه دَ خپل مولیٰ پهٔ تابعداریٔ کښې خرڅ کړی وې ، دَ عقل فکر نه ېٔ کار اخستې وې اؤ خپل مالک اؤ محسن ېٔ پېژندلې وې ۔ خو بنیادم خپل حقیقی مالک ته شا کړه اؤ دَ کاڼیو بتان ېٔ ځان ته خدایان کړل چې هېڅ فائدہ نهٔ شی ورکؤلے۔
اَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ مُسَخَّرٰتٍ فِیْ جَوِّ السَّمَآءِ١ؕ مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا اللّٰهُ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۝۷۹
آیا دوی نهٔ وینی مارغان چې دَ الله پهٔ حکم ولاړ دی پهٔ فضا کښې دَ آسمان ۔ هېچا نهٔ دی ټینګ کړی بې دَ الله نه ف۱۲۷ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی هغه خلقو دپاره چې یقین کوی۔ ف۱۲۸
ف۱۲۷: یعنی څنګه چې ېٔ بنیادم ته عقل فکر اؤ نور دَ هغهٔ دَ بدن مناسب طاقتونه ورکړی دی ۔ دغه شان ېٔ مرغانو ته دَ هغوی دَ فطری حالت موافق خپل طاقتونه ورکړی دی ۔ هره یوه مرغۍ دَ قانونِ فطرت موافق خپله دَ الوت چل زده کوی ۔ هېڅوک ېٔ ورته نهٔ ښیٔ۔ الله تعالیٰ دَ هغې وزرې ، ښپې ، لکۍ اؤ نور اندامونه داسې جوړ کړی دی چې ډېر پهٔ آسانتیا دَ آسمان اؤ زمکې ترمینځه پهٔ هوا کښې داسې روان وی لکه مهے پهٔ اوبو کښې ۔ اؤ هېچرې دَ هغهٔ بدن پهٔ هوا درنیږی نه چې بې اختیاره کوزه راپرېوځی اؤ نهٔ ېٔ دَ زمکې مضبوط کشش ځان ته راښکلے شی۔ دَ یو الله نه سوا بل څوک دے چې دا مرغان پهٔ هوا کښې داسې ټینګ کړی؟
ف۱۲۸: حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ ځنو خلقو به دَ روزیٔ دَ غمه پهٔ ایمان راؤړو کښې سستی کؤله نو هغو دپاره وفرمائیلی شو چې دَ مور دَ ګېډې نه چا دَ ځان سره هېڅ نهٔ وی راؤړی۔ دَ روزیٔ پیدا کؤلو اسباب ورته الله پاک ورکړی دی ۔ مارغان پهٔ هوا کښې دَ چا پهٔ امداد ټینګ دی اؤ بې دَ الله نه نور څوک دَ روزیٔ غم کوی (تاسو ته به هم هغه دَ روزیٔ نورې ذریعې پیدا کړی اؤ دَ دې حالت نه به فراخه روزی درکړی)
وَ اللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْۢ بُیُوْتِكُمْ سَكَنًا وَّ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ جُلُوْدِ الْاَنْعَامِ بُیُوْتًا تَسْتَخِفُّوْنَهَا یَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَ یَوْمَ اِقَامَتِكُمْ١ۙ وَ مِنْ اَصْوَافِهَا وَ اَوْبَارِهَا وَ اَشْعَارِهَاۤ اَثَاثًا وَّ مَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ۝۸۰
اؤ الله جوړ کړل ستاسو دپاره ستاسو کورونه دَ آرام ځایونه ۔ ف۱۲۹ اؤ جوړ ېٔ کړلے تاسو دپاره دَ څاروؤ دَ څرمنو نه دېرې چې سپکې وی تاسو دپاره دَ سفر پهٔ وخت اؤ دَ دېره کېدو پهٔ موقعه ۔ ف۱۳۰ اؤ دَ ګډو دَ وړۍ اؤ دَ اوښانو دَ وړۍ اؤ دَ بزو دَ ژغونی ف۱۳۱ نه ډېر سامانونه ۔ اؤ تر یوې نېټې دَ استعمال څیزونه ۔ ف۱۳۲
ف۱۲۹: یعنی دَ کاڼیو ، خښتو اؤ لرګیو آبادیٔ کښې آرام کویٔ۔ دَ آبادیٔ چل ېٔ درته وښیٔلو۔
ف۱۳۰: یعنی دَ کاڼیو خښتو آبادی خو چا دَ ځان سره ګرځؤلے نهٔ شوه نو دَ څرمنې اؤ دَ وړۍ نه ېٔ ورته دَ خېمو جوړؤلو چل وښیٔلو چې پهٔ سفر کښې اؤ دَ دېره کېدو پهٔ ځائې کښې چرته چې ېٔ زړهٔ وی خېمې ولګوی اؤ آرام پکښې وکړی اؤ کله چې ضرورت وی بیا ېٔ پورته کوی۔
یعنی پهٔ سفر کښې وړلو کښې اؤ دَ دېره کېدو پهٔ وخت لګؤلو کښې سپکې اؤ آسانې وی۔
ف۱۳۱: وبر دَ اوښ ویښتو ته وائی ۔ اصواف دَ ګډو وړۍ ته اؤ اشعار دَ بزو وژغونې (ویښتو) ته وئیلی شی۔
ف۱۳۲: یعنی دَ دې څاروؤ ویښتو نه بې شمېره دَ آرام اؤ ښائست سامان (لکه قیمتی قالینونه اؤ شالونه وغېره) تیاریږی چې کافی مضبوط وی اؤ ډېره موده پکار راځی ۔ کهٔ الله تعالیٰ بنیادم ته سترګې ، غوږونه اؤ عقل فکر نهٔ وې ورکړے نو دا څیزونه به ېٔ څنګه تیار کړی وو۔
وَ اللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّمَّا خَلَقَ ظِلٰلًا وَّ جَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْجِبَالِ اَكْنَانًا وَّ جَعَلَ لَكُمْ سَرَابِیْلَ تَقِیْكُمُ الْحَرَّ وَ سَرَابِیْلَ تَقِیْكُمْ بَاْسَكُمْ١ؕ كَذٰلِكَ یُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُوْنَ۝۸۱
اؤ الله پیدا کړو تاسو دپاره دَ خپلو جوړ کړو څیزونو نه سېوری اؤ جوړ ف۱۳۳ ېٔ کړل تاسو دپاره پهٔ غرونو کښې دَ پټېدو ځایونه ف۱۳۴ اؤ جوړ ېٔ کړل تاسو دپاره داسې قمیصونه چې دَ ګرمۍ نه مو بچ کړی ف۱۳۵ اؤ داسې قمیصونه چې پهٔ جنګ کښې مو حفاظت کوی ۔ ف۱۳۶ دغه شان پهٔ تاسو پوره کوی خپل احسانونه چې تاسو حکم ومنیٔ ۔ ف۱۳۷
ف۱۳۳: لکه دَ وریځو ، ونو ، غرونو اؤ نورو څیزونو سېورے پهٔ زمکه پرېوځی اؤ بنیادم پکښې آرام کوی (دَ ګرمۍ نه بچ کیږی)
ف۱۳۴: دَ غرونو پهٔ غارونو کښې دَ باران ، نمر یا دښمن نه ځان بچ کؤلے شی۔
ف۱۳۵: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ کوم قمیص چې دَ ګرمیٔ نه بنده بچ کوی دَ یخنیٔ نه ېٔ هم بچ کوی خو دَ عربو ملک ګرم دے نو ځکه یواځې دَ ګرمیٔ ذکر وشو۔
ف۱۳۶: یعنی دَ زغرې قمیص چې پهٔ جنګ کښې دَ تورې دَ ګوزار نه بچ کېدو دپاره به اچؤلے شو۔
ف۱۳۷: وګوریٔ الله تعالیٰ څنګه پهٔ بنیادمو مهربانه دے اؤ پهٔ خپل فضل ېٔ څنګه دَ هر ضرورت دپاره ورته پوره پوره انتظام کړے دے۔ اؤ بنیادم ته ېٔ څنګه عقل فکر ورکړے دے چې دَ هر څیز نه دَ خپلې فائدې کار اخستے شی ۔ نو کوم الله تعالیٰ چې دَ بنیادم دَ بدن دَ حفاظت دپاره دومره انتظام کړے دے هغه بېشکه دَ بنیادم دَ روحانی ترقیٔ دپاره هم دَ خپلو احکامو یوه سلسله دَ پېغمبرانو پهٔ واسطه قائمه کړی څنګه چې ېٔ بنیادم ته دَ جسمانی ترقیٔ طاقتونه ورکړی دی اؤ دَ بدن دَ حفاظت انتظام ېٔ کړے دے ۔ دغه شان ېٔ دَ روحانی ترقیٔ طاقتونه هم ورکړی دی اؤ دَ غلطو عقیدو نه ېٔ دَ حفاظت انتظام کړے دے نو ټولو خلقو ته پکار دی چې دَ داسې محسن اؤ حقیقی مالک احسان ومنی اؤ دَ هغهٔ حکمونو ته غاړه کیږدی۔
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ۝۸۲
نو کهٔ دوی مخ واړؤلو ، نو ستا پهٔ ذمه خو صرف صفا صفا پیغام رسؤل دی۔ ف۱۳۸
ف۱۳۸: یعنی کهٔ دَ دومره انعامونو اؤ احسانونو نه پس هم څوک خپل الله ته سر نهٔ ټیټوی اؤ دَ هغهٔ حکم نهٔ منی نو تهٔ ېٔ څهٔ غم مهٔ کوه ۔ الله ته ېٔ حواله کړه ۔ ستا کار خو صرف احکام رسؤل وو ۔ تا خپل کار پوره کړو اوس الله پوهیږی اؤ دَ هغهٔ بندګان پوهیږی ، تهٔ بې غمه شه۔
یَعْرِفُوْنَ نِعْمَتَ اللّٰهِ ثُمَّ یُنْكِرُوْنَهَا وَ اَكْثَرُهُمُ الْكٰفِرُوْنَ۠۝۸۳
پېژنی دوی دَ الله نعمتونه بیا ترې انکار کوی اؤ دوی کښې اکثر ناشکره دی ۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی بېشکه څهٔ لږ غوندې بندګان شکرګذار هم دی ۔ وَ قَلِیْلٌ مِّنْ عِبَادِیَ الشَّکُوْر ۔ لېکن دَ اکثرو خلقو دا حال دے چې دَ الله دَ احسانونو ناشکری کوی۔ دَ الله نعمتونه ښهٔ پېژنی اؤ ښهٔ پوهیږی چې دا ټول الله راکړی دی خو چې وخت دَ عمل راشی نو بیا الله هېر کړی اؤ دَ عمل نه انکار وکړی۔
وَ یَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا ثُمَّ لَا یُؤْذَنُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ لَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ۝۸۴
اؤ پهٔ کومه ورځ چې پورته به کړو مونږ دَ هرې فرقې نه یو ګواه ۔ بیا به اجازت نهٔ شی ورکؤلے کافرانو ته ، اؤ نهٔ به ېٔ توبه قبلؤلے شی ۔ ف۱۴۰
ف۱۴۰: دې ځائې نه دَ مشرکانو آخری انجام ښیٔلی شی چې یاد لریٔ هغه ورځ هم راتلونکے ده چې ټول خلق به دَ الله پهٔ دربار کښې حاصریږی اؤ دَ هر اُمت نبی به دَ ګواهیٔ دپاره موجود وی چې دَ خپل قوم دَ فرمانبردارو اؤ نافرمانو حال بیان کړی چې چا دَ خپل پېغمبر سره څنګه معامله کړے وه پهٔ هغه وخت به منکرانو ته دَ خبرو کؤلو اجازت نهٔ وی اؤ نهٔ به هغه وخت څوک پهٔ توبه وېستو خلاصیږی اؤ خبره به څهٔ وکړی۔ پهٔ دغه وخت خو به هر چا ته خپله آئینه څرګنده وی اؤ خپل جرم به ورته معلوم وی۔ خپله به پوهه شی چې دا اوس دَ بدلې ورکؤلو وخت دے دَ عمل کؤلو وخت نهٔ دے چې پهٔ توبه وېستو څهٔ کار وشی۔
وَ اِذَا رَاَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَ لَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ۝۸۵
اؤ کله چې ظالمانو عذاب ولیدو ، نو نهٔ به ترې دا عذاب بیا کمؤلے شی اؤ نهٔ به مهلت ورکؤلے شی ۔ ف۱۴۱
ف۱۴۱: یعنی نهٔ به پهٔ عذاب ورکؤلو کښې څهٔ کمې کیږی اؤ نهٔ به ېٔ ترمینځه څهٔ وقفه راځی چې دمه شی ورته ، ځنو مفسرانو دَ لَا یَنْظُرُوْنَ مطلب دا اخستې دے چې دَ دوزخ لېدو نه پس به بیا ورننوتو کښې څهٔ وخت نهٔ لګی ، دوزخ به ېٔ داسې ځان ته راکاږی لکه مرغۍ چې دانه پورته کوی ۔ یعنی ډېر ژر به ورننوځی ۔
وَ اِذَا رَاَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا شُرَكَآءَهُمْ قَالُوْا رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا الَّذِیْنَ كُنَّا نَدْعُوْا مِنْ دُوْنِكَ١ۚ فَاَلْقَوْا اِلَیْهِمُ الْقَوْلَ اِنَّكُمْ لَكٰذِبُوْنَۚ۝۸۶
اؤ کله چې ووینی مشرکان خپل شریکان وائی به چې اے ربه دا زمونږ هغه شریکان دی چې دوی ته به مو چغې وهلې بې ستا نه ، ف۱۴۱ نو هغه شریکان به ورته مخامخ ووائی چې تاسو دروغژن ییٔ ۔ ف۱۴۲
ف۱۴۱: یعنی دا هغه شریکان دی چې دَ دوی پهٔ وجه په مونږ عذاب راغلو ۔ مطلب دا چې مونږ بې ګناه یُو ۔ دَ سزا حقدار دوی دی ۔ دوی مونږ خطا کړی یو۔
ف۱۴۲: هغوی به ورته ووائی چې تاسو دروغژن ییٔ ۔ مونږ درته کله وئیلی وو چې زمونږ عبادت وکړیٔ ۔ مونږ نهٔ ییٔ خطا کړی ۔ یا شیطان غلؤلی ییٔ ۔ خو هلته خو به شیطان هم خپله صفائی پېش کوی۔ صفا به ورته ووائی مَا کَانَ لِیَ عَلَیْکُمْ مِّنْ سُلْطَانٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُکُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَ لُوْمُوْۤا اَنْفُسَکُمْ ۔ (سوره ابراهیم ، رکوع ۴)
(زما خو پهٔ تاسو څهٔ زور نهٔ وهٔ خو ما درته خبره وکړه اؤ تاسو ومنله نو اوس ما مهٔ ملامته کویٔ خپله ځانونه ملامته کړیٔ)
غرض دا چې کوم څیزونه دَ مشرکانو معبودان وو هغه ټول به ترېنه ځان شا ته کړی څوک پهٔ حقه اؤ څوک پهٔ دروغه ۔ دَ کاڼی بتان خو واقعی دَ هېڅ نه نهٔ وو خبر ۔ فرښتو ، نبیانو اؤ ولیانو خو دَ شرک نه نفرت کؤلو اؤ خلق ېٔ دَ شرک نه منع کؤل ۔ خو خلقو ېٔ خبره نهٔ منله ۔ پاتې شو شیطان نو پهٔ اصل کښې مشرکان هغهٔ خطا کړی خو دې وخت کښې به ورته دروغ ووائی نو مشرکان به ښهٔ وشرمیږی اؤ آخری اسره به ېٔ هم ختمه شی ټول ملګری به ترېنه وېزاره شی۔
وَ اَلْقَوْا اِلَی اللّٰهِ یَوْمَىِٕذِ اِ۟لسَّلَمَ وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۝۸۷
اؤ دغه مشرکان به پهٔ دغه ورځ الله ته پهٔ عاجزیٔ پرېوځی اؤ هېر به شی ترېنه څهٔ دروغ چې ېٔ جوړؤل۔ ف۱۴۳
ف۱۴۳: یعنی پهٔ دې وخت کښې به ټولې دَ دروغو دعوې اؤ لوییٔ ختم شی اؤ ډېر پهٔ عاجزیٔ اؤ منت زاریٔ به پاک الله ته پهٔ سوالونو شی چې مونږ معاف کړه۔
اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ صَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ زِدْنٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یُفْسِدُوْنَ۝۸۸
چا چې کفر کړے اؤ خلق ېٔ منع کړے دَ الله دَ لارې نه مونږ به زیات کړو پهٔ هغو عذاب دَ عذاب دپاسه ځکه چې دوی (دنیا کښې) شرارتونه کؤل۔ ف۱۴۴
ف۱۴۴: یوه سزا خو پهٔ دې چې خپله ګمراه شوی وو بله پهٔ دې چې نور خلق ېٔ هم ګمراه کؤل ، دَ سمې لارې نه ېٔ منع کؤل ۔ بهرحال دَ آیت نه دا معلومیږی چې څنګه پهٔ جنّت کښې به دَ جنتیانو درجې دَ عمل پهٔ لحاظ دَ یو بل نه وچتې وی دغه شان پهٔ دوزخ کښې هم دَ ځنو سزا به دَ نورو نه زیاته وی ، هر چا ته به دَ خپل عمل مناسب سزا ورکؤلے شی۔
وَ یَوْمَ نَبْعَثُ فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا عَلَیْهِمْ مِّنْ اَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِیْدًا عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ١ؕ وَ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ تِبْیَانًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّ هُدًی وَّ رَحْمَةً وَّ بُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ۠۝۸۹
اؤ پهٔ کومه ورځ چې به پورته کړو مونږ پهٔ هر یو قوم کښې پهٔ هغوی یو ګواه هم دَ هغوی دَ خپل قوم نه ۔ اؤ رابه ولو تا ګواه پهٔ دې خلقو باندې ف۱۴۵ اؤ نازل مو کړو پهٔ تا باندې کتاب صفا صفا بیان دَ هر څیز ف۱۴۶ اؤ هدایت اؤ رحمت اؤ خوشخبری حکم منونکیو دپاره ۔ ف۱۴۷
ف۱۴۵: یعنی هغه هیبتناک وخت دَ یاد ساتلو دے چې هر نبی به دَ خپل اُمت پهٔ حق کښې ګواهی ورکوی اؤ اے محمّدﷺ تهٔ به دَ دې اُمت پهٔ حق کښې ګواهی ورکوے اؤ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې حضور اکرمﷺ به پهٔ دې ټولو نبیانو ګواهی ورکوی چې واقعی دوی احکام رسؤلی دی اؤ دَ تبلیغ حق ېٔ پوره کړے دے۔ حدیث شریف دے چې دَ اُمت عملونه هره ورځ حضور اکرمﷺ ته پېش کؤلے شی نو حضورﷺ به دَ اُمت پهٔ نیکو کارونو دَ الله پاک شکر ادا کړی اؤ پهٔ ګناهونو دَ ګناهګارو دپاره به دَ خپل الله نه بخشش وغواړی۔
ف۱۴۶: یعنی پهٔ قرآن کریم کښې دَ دین دَ اصولو اؤ دَ آخرت دَ بهتریٔ دپاره دَ ټولو علومو ډېر مکمل اؤ واضح بیان دے ۔ پهٔ دې کښې دَ قیامت دا واقعات هم راغلل کوم چې مخکښې آیتونو کښې بیان شو ۔ نو پهٔ کوم پېغمبر چې داسې مکمل کتاب نازل شوے دے دَ هغهٔ ذمه واری هم ډېره غټه ده ۔ دَ شَهِیْدًا عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ نه پس دَ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ تِبْیَانًا لِّكُلِّ شَیْءٍ سره دَ حضورﷺ لویه مرتبه څرګنده کړې شوه اؤ دَ دې پهٔ مناسب دَ حضور اکرمﷺ ذمه واریٔ ته اشاره وشوه چې فَلَنَسْئَلَنَّ الَّذِیْنَ اُرْسِلَ اِلَیْهِمْ وَ لَنَسْئَلَنَّ الْمُرْسَلِیْنَ چې کومو قومونو ته چې رسولان استؤلی شوی وو دَ هغوی نه به هم تپوس کیږی چې تاسو دَ پېغمبرانو سره څنګه معامله کړے وه اؤ دَ رسولانو نه به هم تپوس کیږی چې تاسو دَ تبلیغ حق څنګه پوره کړے وهٔ؟ دې ځائې کښې ابنِ کثیرؒ پوره تفصیل کړے دے۔
ف۱۴۷: یعنی دا کتاب دَ ټول جهان دپاره هدایت اؤ سراسر رحمت دے اؤ تابعدارو بندګانو ته دَ روښانه مستقبل خوشخبری ورکوی۔
اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الْاِحْسَانِ وَ اِیْتَآئِ ذِی الْقُرْبٰی وَ یَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِ وَ الْبَغْیِ١ۚ یَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۝۹۰
بېشکه الله حکم کوی دَ انصاف کؤلو اؤ نیکیٔ کؤلو اؤ خپلوانو ته دَ ورکړې ف۱۴۸ اؤ منع کوی دَ بې حیاییٔ نه اؤ ناکاره کارونو نه اؤ سرکشیٔ نه ۔ ف۱۴۹ تاسو ته نصیحت کوی چې یاد ېٔ ولریٔ ۔ ف۱۵۰
ف۱۴۸: قرآن کریم ته تِبْیَانًا لِّکُلِّ شَئٍ وئیلی شوی دی۔ دا آیت دَ هغې پوره پوره نمونه ده۔ ابن مسعودؓ فرمائی پهٔ دې آیت کښې الله تعالیٰ دَ هر یو خیر اؤ شر بیان راجمع کړے دے۔ هېڅ یوه عقیده ، خوی ، نیت ، عمل ، معامله ښهٔ یا بده داسې نشته چې دَ هغې حکم یا منع دَ دې آیت نه نهٔ را ووځی۔ ځنې عالمانو لیکلی دی کهٔ قرآن کښې دَ امر ونهی بل یو آیت هم نهٔ وې نو یواځې دا آیت دَ هر څهٔ دپاره کافی وهٔ ۔ غالبًا پهٔ دې وجه خلیفه عمر بن عبد العزیزؒ دا آیت دَ خطبې پهٔ آخر کښې درج کړے دے اؤ دَ اُمت دپاره ېٔ یو نیکه لار پریٔښې ده ۔ دَ دې آیت دَ جامعیت ثابتؤلو دپاره دَ یو مستقل کتاب ضرورت دے۔ خو څهٔ لږ غوندې تفصیل مونږ دلته کوؤ ۔ خلاصه دا ده چې پهٔ دې آیت کښې دَ دریو کارونو حکم شوے دے۔ (۱) عدؔل ، (۲) احسؔان اؤ (۳) خپلوانو ته ورکړه ۔ (ایتاء ذی القربٰی) (۱) دَ عدل مطلب دا دے چې دَ بنیادم ټولې عقیدې ، عملونه ، اخلاق اؤ معاملې هر څهٔ دَ انصاف پهٔ تله تللی وی اؤ پهٔ هېڅ څیز کښې دَ شرعی حکم نه نهٔ کمے کوی اؤ نهٔ زیاتے یعنی دَ افراط اؤ تفریط دواړو نه ځان وساتی۔ کهٔ دَ ناکاره نه ناکاره دښمن سره معامله وی هم چې انصاف دَ لاس نه ونهٔ باسی ۔ دَ بنده ظاهر اؤ باطن یو شان وی کومه خبره چې خپل ځان دپاره خوښوی بل مسلمان ورور دپاره ېٔ هم خوښوی ۔ (۲) دَ احسان مطلب دا دے چې بنیادم خپله دَ نیکیٔ اؤ ښېګړې نه ډک وی اؤ دَ نورو دپاره هم خیر غواړی ۔ دَ عدل اؤ انصاف دَ حد نه لږ نور هم وچت ۔ دَ فضل ، معافیٔ ، نرمیٔ اؤ مهربانیٔ خوی اختیار کړی ۔ دَ فرض کارونو سره سره دَ نفلو اؤ سنتو هم خیال وساتی ۔ دَ انصاف اؤ مساوات سره مروت اؤ احسان جمع کړی اؤ دا ېٔ پوخ یقین وی چې دې څهٔ کار کوی الله تعالیٰ ېٔ وینی اؤ هغه به دَ هر نیک کار جزا ورکوی۔ ” اَلْاِحْسَانُ اَنْ تَعْبُدَ اللہَ کَاَنَّكَ تَرَاهُ فَاِنْ لَّمْ تَکُنْ تَرَاهُ فَاِنَّهٗ یَرَاكَ“ ۔ (صحیح بخاری) ھَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۔ (سوره الرحمٰن ، رکوع ۲)دَ صحیح بخاری حدیث دے (احسان دا دے چې تهٔ دَ الله عبادت داسې پهٔ اخلاص کوے لکه چې تهٔ الله مخامخ وینې اؤ کهٔ تهٔ ېٔ نهٔ وینې نو هغه خو بهرحال تا وینی)
(۳) دا دواړه خویونه عدل اؤ احسان یا انصاف اؤ مروّت خو دَ خپل ځان اؤ دَ هر یو اشنا ناشنا مسلمان دپاره وو ۔ لېکن دَ خپلوانو حق دَ دې نه زیات دے نو دَ خپلوانو سره زیات احسان اؤ زیات ښهٔ خوی پکار دے (صله رحمی) دَ خپلوانو همدردی یو مستقله نیکی ده ۔ نو دَ عدل و احسان نه پس دَ ”ایتاء ذی القربٰی“ پهٔ ذکر کښې دې ته اشاره ده چې عدل اؤ احسان خو دَ هر چا سره پکار دے لېکن پهٔ دې کښې دَ خپلوانو حق دَ نورو نه سوا دے ۔ پهٔ خپلویٔ کښې هم بیا دَ نژدے اؤ لرې تعلق خپله خپله درجه ده ۔ (دَ مرتبو فرق هېرؤل دَ قدرت دَ قانون خلاف کؤل دی) دَ دې دریو واړو احکامو پهٔ تفصیل چې نظر واچؤلے شی نو هر پوهه سړے خپله فیصله کؤلے شی چې کومه نیکی اؤ ښهٔ خوی پهٔ دنیا کښې داسې پاتې کیږی چې هغه دَ دې دریو احکامو دَ دائرې نه بهر وی۔
ف۱۴۹: پهٔ دې آیت کښې منع هم دَ دریو کارونو نه شوے ده ۔ (۱) فحشاء ، (۲) منکر ، (۳) بغی ۔ یعنی پهٔ بنیادم کښې درے طاقتونه داسې دی چې دَ هغې بې موقعې اؤ غلط استعمال خرابیٔ پیدا کوی۔ قوت بَهِیْمِیّه (شهوت) ، قوت وَهْمِیَّه (شیطانی خیالات) ، قوت سَبْعِیَّه (غصه اؤ کینه وغېره) غالبًا دَ فحشاء نه هغه دَ بې حیاییٔ کارونه مراد دی کوم چې دَ قوت بهیمیه (شهوت) دَ غلط استعمال پهٔ وجه پیدا کیږی ۔ منکر دَ معقول ضد دے یعنی هر هغه ناکاره کار چې دَ فطرت سلیمه خلاف وی کوم چې پهٔ قوتِ عقلیه باندې دَ قوتِ شیطانی دَ غلبې پهٔ وجه پیدا کیږی ۔ دریٔم څیز بغی : سرکشی یعنی ظلم زیاتے اؤ دَ حد نه بهر ته وتل دَ غرهٔ دَ ځناورو پهٔ شان دَ بل سر و مال یا غیرت ته نقصان رسؤل دا قسم ټول کارونه دَ قوتِ سبعیَّه دَ غلط استعمال پهٔ وجه کیږی۔ حاصل دا دے چې بنیادم څو پورې دا درے طاقتونه پهٔ قبضه کښې رانهٔ ولی اؤ قوتِ عقلی اؤ قوتِ مَلکی ورباندې حاکم نهٔ کړی تر هغې ترېنه مهذب اؤ پاک بنیادم نهٔ شی جوړېدے۔
ف۱۵۰: اکثم بن صفیؓ چې دا آیت واؤرېدو نو خپل قوم ته ېٔ ووې ۔ زهٔ وینم چې دا پېغمبر دَ ټولو ښو کارونو اؤ ښو اخلاقو حکم کوی اؤ دَ ناکاره کارونو اؤ ناکاره اخلاقو نه منع کوی نو تاسو دَ دهٔ پهٔ منلو تلوار وکړیٔ۔ فَکُوْنُوْا فِیْ هٰذَا الْاَمْرِ رُءُوْسًا وَلَا تَکُوْنُوْا فِیْہِ اَذْنَابًا ۔
(یعنی تاسو دَ دې قافلې پهٔ سر کښې روان شیٔ پهٔ وروسته لکۍ کېږیٔ مه)
اؤ دَ حضرت عثمان بن مظعونؓ نه روایت دے چې دَ دې آیت پهٔ اورېدو زما پهٔ زړهٔ کښې دَ ایمان جرړې مضبوطې شوے وې ۔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ محبّت مې پهٔ زړهٔ کښې ننوتے وهٔ ۔
وَ اَوْفُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ اِذَا عٰهَدْتُّمْ وَ لَا تَنْقُضُوا الْاَیْمَانَ بَعْدَ تَوْكِیْدِهَا وَ قَدْ جَعَلْتُمُ اللّٰهَ عَلَیْكُمْ كَفِیْلًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ۝۹۱
اؤ پوره کویٔ دَ الله وعده کله چې تاسو خپلو کښې وعده وکړیٔ اؤ مهٔ ماتویٔ قسمونه دَ پخؤلو نه پس اؤ تاسو جوړ کړے دے الله خپل ضامن ۔ بېشکه الله خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ف۱۵۱
ف۱۵۱: پهٔ مخکښې آیت کښې چې دَ کومو څیزونو حکم اؤ منع اجمالًا شوے ده دَ هغې دَ ځنو افرادو پهٔ تفصیل سره کیږی یعنی دَ وعدې پوره کؤلو تاکید اؤ دَ بې لوظیٔ نه منع۔ دا خبره پهٔ خپله هم اهمه خبره ده خو دې وخت کښې دَ مخاطبو دَ حال سره زیاته ضروری وه ځکه چې دَ دې خبرې دَ مسلمانانو پهٔ ترقیٔ اؤ مخکښې ژوند ډېر اثر غورزېدو ۔ نو حکم ورکړې شو چې کله تاسو پهٔ یو معامله کښې دَ الله نوم واخلیٔ اؤ پهٔ قسم پخه وعده وکړیٔ نو بیا دَ هغې وعدې دَ پوره کؤلو ډېر خیال ساتئ ۔ دَ یو مسلمان فرض دی چې پهٔ وعده پوره کؤلو کښې هر څومره کهٔ مشکلات وی هغه به ضرور خپله وعده پوره کوی اؤ پهٔ هېڅ شان به خپل قول نهٔ ماتوی۔
قولِ مردان جان دارد ۔ دَ الله نوم اخستل اؤ قسم خوړل ۔ پهٔ یو خبره باندې الله ګواه کؤل دی ۔ اؤ الله تعالیٰ دا وینی اؤ پهٔ دې خبریږی چې تاسو هغه ګواه کړو اؤ پهٔ دې هم خبریږی چې تر کومه موده مو بیا دَ هغهٔ دَ ګواهیٔ عزت وساتلو اؤ کوم وخت مو خلاف ورزی وکړه نو هغه به ضرور دَ دې خلاف ورزیٔ سزا ورکوی۔ دََ ستاسو هېڅ پټ اؤ څرګند کار دَ الله نه پټ نهٔ دے ۔ هغه پهٔ هر څهٔ خبر دے۔ نو دَ خلاصی مو هېڅ لورے نشته۔
وَ لَا تَكُوْنُوْا كَالَّتِیْ نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْۢ بَعْدِ قُوَّةٍ اَنْكَاثًا١ؕ تَتَّخِذُوْنَ اَیْمَانَكُمْ دَخَلًۢا بَیْنَكُمْ اَنْ تَكُوْنَ اُمَّةٌ هِیَ اَرْبٰی مِنْ اُمَّةٍ١ؕ اِنَّمَا یَبْلُوْكُمُ اللّٰهُ بِهٖ١ؕ وَ لَیُبَیِّنَنَّ لَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ۝۹۲
اؤ مهٔ کېږیٔ دَ هغې ښځې پهٔ شان چې وېٔ شلؤلو خپل رېشلے تار دَ خواریٔ نه پس ټوټې ټوټې ۔ ف۱۵۲ چې جوړ کړیٔ خپل قسمونه دَ یو بل (پهٔ کارونو کښې) دخل کؤلو دپاره (بهانه) دې دپاره چې شی یوه ډله وچته دَ بلې ډلې نه ۔ ف۱۵۳ الله خو پهٔ دې پهٔ تاسو ازمېښت کوی ۔ ف۱۵۴ اؤ بیا به تاسو ته صفا صفا څرګندې کړی دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ کومو خبرو کښې چې تاسو جګړې کؤلے ۔ ف۱۵۵
ف۱۵۲: یعنی یوه وعده کؤل اؤ بیا هغه ماتؤل داسې حماقت دے لکه یو ښځه ټوله ورځ څرخه وکړی تار وریشی اؤ نماښام بیا دغه تار ټوټې کړی ، دَ ټولې ورځې خواری برباده کړی۔ وائی چې پهٔ مکّه معظّمه کښې یوې لېونۍ ښځې دغه شان کؤل ۔ مطلب دا چې وعده یو ومړې تار ګڼل چې کله دَ خپل مطلب دپاره یوه معاهده وکړی اؤ بیا چې ېٔ هغه مطلب پوره شی نو ماته ېٔ کړی ۔ دا سخته بې وقوفی اؤ دَ لېونتوب کار دے کهٔ معاهدې داسې بې اعتباره شی نو دَ دنیا ټول انتظام به خراب شی دنیا خو پهٔ اعتبار روانه ده ۔ دَ قول و اقرار پهٔ پابندیٔ دَ عدل اؤ انصاف تله ولاړه ده ۔ کهٔ دا نهٔ وی نو هر څهٔ وران دی۔
ف۱۵۳: یعنی معاهدې اؤ قسمونه دَ دروغو اؤ ټګیٔ ذریعه مهٔ جوړویٔ ۔ څنګه چې دَ اسلام نه مخکښې دَ عربو قاعده وه چې یوې ډلې به دَ بلې زورورې ډلې سره ملګرتیا وعده وکړه اؤ بیا چې به ېٔ بله ډله دَ هغو نه مضبوطه ومونده نو دغه معاهده به ېٔ ماته کړه اؤ دَ هغو سره به ملګری شو ۔ بیا کهٔ به ېٔ څهٔ موده کښې دَ هغو پهٔ مرسته خپل طاقت مضبوط کړو اؤ خپله ډله به ېٔ جوړه کړه چې هغهٔ ته به ېٔ حاجت پاتې نهٔ شو نو دَ هغهٔ سره به ېٔ هم معاهده ماته کړه اؤ ټول قسمونه اؤ قولونه به ېٔ شا ته وغوزؤل څنګه چې نن سبا دَ یورپ دَ قومونو عادت دے۔
ف۱۵۴: یعنی دَ قومونو پهٔ ختو اؤ پرېوتو کښې اؤ طاقتور اؤ کمزوری کېدو کښې دَ ستاسو ازمېښت دے اؤ دَ وعدې پوره کؤلو پهٔ حکم کښې هم ستاسو امتحان دے چې معلوم شی چې څوک پهٔ سخته کښې پهٔ خپل قول ټینګ ولاړ دے اؤ څوک ېٔ ماتوی۔ باقی ختل اؤ پرېوتل دَ چا پهٔ اختیار کښې نهٔ دی ۔ دا دَ الله اختیار دے اؤ دَ هغهٔ دَ حکمت تقاضا ده چې کوم قوم کوم وخت پورته کوی اؤ کوم قوم کوم وخت غورزوی ۔ البته وعده خلافی دَ قوم دَ پرېوتو اؤ تباهیٔ نخښه ده ۔
ف۱۵۵: یعنی دلته امتحان دے اؤ دَ امتحان نتیجه به دَ قیامت پهٔ ورځ معلومیږی چې دَ ټولو جګړو فیصله به وشی اؤ هر چا ته به خپل عمل ورسی۔
وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّ لٰكِنْ یُّضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۹۳
اؤ کهٔ الله غوښتے نو تاسو ټول به ېٔ یوه ډله کړی ویٔ ۔ لېکن الله لار خطا کوی دَ چا نه چې ېٔ خوښه وی ۔ اؤ لار ښئی چا ته چې ېٔ خوښه وی ۔ ف۱۵۶ اؤ تاسو نه به تپوس کیږی څهٔ چې تاسو کؤل ۔ ف۱۵۷
ف۱۵۶: یعنی الله تعالیٰ پهٔ دې قادر دے چې دا ټول اختلافونه ورک کړی اؤ ټول مخلوق پهٔ صحیح لار روان کړی لېکن دَ هغهٔ دَ حکمت تقاضا دا ده چې دنیا کښې هر څوک خپل خیال ته څهٔ قدرې آزاد پرېږدی ۔ لکه څنګه چې مخکښې مونږ څو ځله دَ دې مسئلې تفصیل کړے دے۔
ف۱۵۷: حضرت شاه صاحب لیکی دَ دې نه معلومیږی چې دَ کافر سره هم ټګی اؤ بې لوظی جائز نهٔ ده۔
وَ لَا تَتَّخِذُوْۤا اَیْمَانَكُمْ دَخَلًۢا بَیْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌۢ بَعْدَ ثُبُوْتِهَا وَ تَذُوْقُوا السُّوْٓءَ بِمَا صَدَدْتُّمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ۚ وَ لَكُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۝۹۴
اؤ مهٔ جوړویٔ تاسو خپل قسمونه پهٔ خپلو کښې دَ ټګیٔ پهٔ ذریعه (هسې نهٔ چې) دَ چا ښپې دَ مضبوطیا نه پس وښویٔیږی اؤ تاسو سزا وخوریٔ پهٔ دې خبره چې خلق مو دَ الله دَ لارې نه منع کؤل ۔ اؤ تاسو ته غټ عذاب درکړې شی ۔ ف۱۵۸
ف۱۵۸: یعنی پهٔ بې لوظیٔ اؤ قسمونو ماتؤلو مسلمان قوم مهٔ بدنامویٔ چې دَ ستاسو کمزوری اخلاق ووینی نو کهٔ څوک مسلمانیږی هم شک من به شی ۔ اؤ نورو قومونو ته به دَ اسلام راؤړو لاره بنده شی۔ نو دَ دې سزا به تاسو ته درکړې شی اؤ دا به ډېره سخته سزا وی۔
وَ لَا تَشْتَرُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا١ؕ اِنَّمَا عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۹۵
اؤ مهٔ اخلیٔ دَ الله پهٔ وعدو باندې لږ څهٔ قیمت ۔ بېشکه څهٔ چې دَ الله سره دی هغه بهتر دی تاسو دپاره کهٔ تاسو پوهېږیٔ ۔ ف۱۵۹
ف۱۵۹: وړومبے پهٔ خپلو کښې دَ یو بل سره کړی قول ماتؤلو بیان وهٔ ۔ اوس دَ الله سره کړی قول ذکر دے یعنی دَ مال پهٔ طمع دَ شریعت نه خلاف کار مهٔ کویٔ ۔ داسې مال انجام تباه کوی ۔ کوم لږ مال چې پهٔ جائزہ طریقه لاس ته درځی هغه ستاسو دپاره دَ ناجائز ډېر نه بهتر دے ۔ یا دَ الله سره کړے وعدې پوره کؤلو کوم اجر چې به تاسو ته آخرت کښې درکؤلے شی هغه دَ دنیا دَ دې مال نه ډېر زیات اؤ ډېر بهتر دے۔ دَ دنیا مال ته ثمنا قلیل ځکه ووئیلی شو چې دَ دنیا مالونه کهٔ ټول راجمع شی هم دَ آخرت دَ نعمتونو پهٔ مقابله کښې هېڅ هم نهٔ دی۔
مَا عِنْدَكُمْ یَنْفَدُ وَ مَا عِنْدَ اللّٰهِ بَاقٍ١ؕ وَ لَنَجْزِیَنَّ الَّذِیْنَ صَبَرُوْۤا اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۹۶
څهٔ چې تاسو سره دی دا به ختم شی اؤ څهٔ چې دَ الله سره دی هغه به هېچرې نهٔ ختمیږی ۔ ف۱۶۰ اؤ مونږ به پهٔ بدله کښې ورکوؤ صبر کؤنکیو ته دَ هغوی حق پهٔ نیکو کارونو باندې چې دوی کؤل ۔ ف۱۶۱
ف۱۶۰: نو بیا دَ باقی اؤ همېشه څیز پهٔ مقابله کښې یو فانی اؤ ختمېدونکے شے غوره کؤل کوم عقل دے؟
ف۱۶۱: یعنی کوم خلق چې دَ الله سره کړے وعده باندې ټینګ ولاړ وی اؤ پهٔ دې کښې ورته څهٔ سخته پیښیږی هغه پهٔ صبر اؤ استقامت برداشت کړی دَ هغهٔ خواری به برباده نهٔ ځی ۔ دَ دې نیک کار اجر به ضرور الله تعالیٰ ورکوی۔
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنْثٰی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوةً طَیِّبَةً١ۚ وَ لَنَجْزِیَنَّهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۹۷
چا چې ښهٔ کار وکړو سړے وی یا کهٔ ښځه اؤ هغه ایماندار وی نو مونږ به هغوی ته ژوند ورکړو ښهٔ ژوند ۔ ف۱۶۲ اؤ بدله کښې به ورکړو هغوی ته خپل حق پهٔ نیکو کارونو چې هغوی کؤل ۔
ف۱۶۲: پهٔ پورته آیتونو کښې پهٔ وعده پوره خلقو اؤ صابرانو ته دَ اجر ورکؤلو ذکر وهٔ ۔ اوس دَ ټولو نیکو کارونو دپاره یو عام قانون بیانیږی ۔ حاصل دا دے چې کوم سړے یا ښځه چې نیک عمل کوی ۔ پهٔ دې شرط چې هسې پهٔ شکل نیک کار نهٔ وی بلکې پهٔ اصل اؤ حقیقت کښې نیک وی ۔ چې کؤنکے ېٔ ایماندار وی اؤ خالص دَ الله دَ رضا دپاره ېٔ دا نیک کار کړے وی نو دَ هغهٔ ژوند به پهٔ دنیا کښې هم پاک ستره اؤ مزیدار وی ۔ مثلًا پهٔ حلال مال باندې قناعت ، صبر اؤ دَ زړهٔ اطمینان اؤ سکون به ورته حاصل وی ۔ دَ الله دَ ذکر خوند ، دَ الله دَ محبّت مزه اؤ دَ عبادت خوښیٔ اؤ دَ راتلونکی کامیاب ژوند دائمی خوشی ، چې دَ هغې مزه یو عارف وڅکله نو وئیلی ېٔ وو ۔
چوں چتر سنجری رخ بختم سیاہ باد
درد ِ دل اگر بود ہوسِ ملک سنجرم
زانگہ کہ یا فتم خبر از ملک نیم شب
من ملک نیم روز بیک جو نمی خرم
(دَ سنجر دَ بادشاه تاج پهٔ شانې تور شه
بخت زما کهٔ هوس وکړم دَ سنجر زهٔ
دَ نیمروز ملک پهٔ وربشه کله اخلم
پهٔ دولت چې شوم دَ نیمې شپې خبر زهٔ) رښتیا دی۔
اَهْلُ الَّیْلِ فِیْ لَیْلِھِمْ اَلَذُّ مِنْ اَھْلِ اللَّھْوِھِمْ ۔ ځکه یو اهلِ الله وئیلی دی کهٔ بادشاهان خبر شی چې دَ شپې پاڅېدونکیو اؤ تهجد ګذارو بندګانو ته دَ شپې پاسېدو کښې څومره خوښیٔ اؤ خوند حاصلیږی نو دَ ملکونو قبضه کؤلو پهٔ شان به دا هم پهٔ زور قبضه کؤل وغواړی ۔ (یعنی خپله به تهجدو ته پاڅی اؤ یو غریب سړے به ورته نهٔ پرېږدی) بهرحال دَ پاک مسلمان پاک اؤ مزېدار ژوند دَ دې ځائې نه شروع کیږی ۔ قبر ته چې ورشی نو خوند ېٔ نور هم زیات شی اؤ آخر هغه کامیابې درجې ته ورسی دَ کومې متعلق چې فرمان دے۔ حَیَاةٌ بَلَا مَوْتٍ ، وَ غِنًی بِلَا فَقْرٍ وَ صِحَةٌ بِلَا سُقْمٍ ، وَ مُلْكٌ بِلَا هُلْكٍ وَ سَعَادَةٌ بِلَا شِقَاوَةٍ ۔
(یعنی داسې ژوند چې مرګ ورپسې نشته اؤ داسې مالداری چې دَ غریبیٔ خطره پکښې هېچرې نشته اؤ داسې صحت چې دَ بیماریٔ خطره پکښې نشته اؤ داسې مالک کېدل چې بیا ېٔ دَ لاسه وتو ویره نشته اؤ داسې نیک بختی چې دَ بدبختیٔ خطره پکښې هېچرې نشته) الله پاک دې دَ ټولو مؤمنانو نصیب کړی ۔ آمین۔
تنبیه: دې آیت نه معلومه شوه چې دَ قرآن پهٔ قانون کښې ښځه اؤ سړے دَ نیکیٔ اؤ کامیابیٔ پهٔ قاعده کښې سره برابر دی څهٔ کمے زیاتے پکښې نشته ۔ دَ نیک عمل اؤ نیک ژوند کومه بهتره جزا چې یو سړے حاصلؤلے شی هغه جزاء پهٔ خپل نیک عمل یوه ښځه هم حاصلؤلے شی۔
فَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ۝۹۸
نو اوس کله چې تهٔ لولې قرآن نو پناه غواړه پهٔ الله سره دَ شیطان رټلی شوی نه ۔ ف۱۶۳
ف۱۶۳: حدیث شریف دے خَیرُکُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْاٰنَ وَعَلَّمَهٗ ۔ پهٔ تاسو کښې بهتر سړے هغه دے چې قرآن کریم خپله زده کړی اؤ نورو ته ېٔ وښئی ۔ دې نه معلومه شوه چې مسلمان دپاره دَ قرآن تلاوت دَ نیکیٔ کار دے اؤ پورتنو آیتونو کښې پهٔ نیک کار دَ بهتر اجر ذکر تېر شوے دے نو دلته دَ قرآن دَ تلاوت ځنې طریقې اؤ ادب لحاظ ښیٔلې شی ۔ چې دَ بې احتیاطیٔ پهٔ وجه دَ دې لوئے اجر نه څوک محروم نهٔ شی ۔ دَ شیطان همېشه دا کوشش وی چې بنیادم دَ نیک کار نه منع کړی نو دَ قرآن تلاوت اؤ زده کړه چې دَ ټولو نیکیو بنیاد دے ، شیطان دا کله زغملې شی ۔ داسې خنډان پکښې اچوی چې بنده ترېنه پوره فائده وانهٔ خستې شی ۔ دَ شیطان دَ دې مکر نه خلاصېدو طریقه دا ده چې بنده دَ قرآن لوستو نه مخکښې دَ زړهٔ دَ اخلاصه دَ الله تعالیٰ پهٔ اعتماد دَ شیطان دَ وسوسو نه دَ الله پهٔ پناه کښې ځان ورکړی ۔ اصل پناه غوښتل خو دَ زړهٔ نه وی خو چې زړهٔ اؤ خلهٔ دواړه ملګری وی نو ډېره ښهٔ ده ۔ نو دَ تلاوت شروع کؤلو نه مخکښې پهٔ خلهٔ هم اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ۔ وئیل پکار دی اؤ پهٔ زړهٔ کښې هم پهٔ پوره اخلاص اؤ اعتماد سره دا تصوّر پکار دے چې زهٔ دَ شیطان نه پناه غواړم اؤ الله تعالیٰ به ما دَ شیطان دَ شر نه محفوظ کوی۔
اِنَّهٗ لَیْسَ لَهٗ سُلْطٰنٌ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ۝۹۹
بېشکه دَ شیطان زور نهٔ چلیږی پهٔ هغه کسانو چې ایماندار دی اؤ پهٔ خپل رب باور کوی ۔ ف۱۶۴
ف۱۶۴: یعنی چا چې پهٔ الله باور وکړو اؤ دَ هغهٔ پناه ېٔ وغوښته پهٔ هغهٔ دَ شیطان زور نهٔ چلیږی ۔ کهٔ داسې بنده چرته څهٔ لږ وخت دپاره شیطان خطا هم کړی څهٔ معمولی غلطی ترې وشی خو ژر بېدار شی توبه وباسی اؤ شیطان ورباندې مستقله قبضه نهٔ شی کؤلے ۔ اؤ ډېر وخت پهٔ غفلت کښې نهٔ شی پاتې کېدے۔ اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا اِذَا مَسَّهُمْ طَآئِفٌ مِّنَ الشَّیْطٰنِ تَذَکَّرُوْا فَاِذَا هُمْ مُبْصِرُوْنَ ۝ وَ اِخْوَانُهُمْ یَمُدُّوْنَهُمْ فِی الْغَیِّ ثُمَّ لَا یُقْصِرُوْنَ ۝ (سوره الاعراف ، رکوع ۲۴) (څوک چې دَ الله نه ویریږی کله چې پرې دَ شیطان اثر وشی بېدار شی اؤ ژر ورته عقل راشی اؤ څوک چې دَ شیطان وروڼه دی هغوی پهٔ ګمراهیٔ کښې وږدیږی اؤ بیا څهٔ کمے نهٔ کوی)
اِنَّمَا سُلْطٰنُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یَتَوَلَّوْنَهٗ وَ الَّذِیْنَ هُمْ بِهٖ مُشْرِكُوْنَ۠۝۱۰۰
دَ هغهٔ زور خو پهٔ هغه کسانو چلیږی څوک چې هغه دوست ګڼی ، اؤ څوک چې ېٔ (الله سره) شریک منی ۔ ف۱۶۵
ف۱۶۵: یعنی څوک چې پهٔ خپله ځان دَ شیطان ملګرے کړی اؤ دَ الله پهٔ ځائې پهٔ شیطان باور وکړی ۔ ګویا دَ الله سره ېٔ پهٔ خداییٔ کښې شریک کړی پهٔ هغوی باندې دَ شیطان قبضه مضبوطه وی اؤ څنګه چې ېٔ خوښه وی هغه شان ېٔ ګډوی۔
وَ اِذَا بَدَّلْنَاۤ اٰیَةً مَّكَانَ اٰیَةٍ١ۙ وَّ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُنَزِّلُ قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُفْتَرٍ١ؕ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۱۰۱
اؤ کله چې مونږ دَ یو آیت پهٔ ځائې بل آیت بدل کړو اؤ الله ښهٔ پوهیږی څهٔ چې نازلوی ۔ نو دا خلق وائی تهٔ خو بس دروغ جوړونکے ئ ۔ داسې نهٔ ده بلکې دوی کښې اکثر خلق ناپوهه دی ۔ ف۱۶۶
ف۱۶۶: وړومبے حکم شوے وهٔ چې دَ قرآن لوستو پهٔ وخت دَ شیطان دَ مکر نه پناه غواړیٔ چې چرته څهٔ خنډ ورته وانهٔ چوی اوس دَ هغه خنډانو بیان کیږی کوم چې شیطان دَ قرآن متعلق پهٔ زړونو کښې پیدا کوی ۔ واقعه دا ده چې ټول قرآن پهٔ یو ځائې خو نازل شوے نهٔ دے ، وخت پهٔ وخت به دَ موقعې مناسب لږ لږ آیتونه نازلېدل ۔ یو وخت به یو حکم نازل شو ۔ بل وخت به دَ موقعې مناسب بیا بل حکم نازل شو ۔ لکه دَ اسلام پهٔ اولو ورځو کښې مسلمانانو ته دَ کافرو سره دَ مقابلې اؤ جهاد اجازت نهٔ وهٔ ۔ دَ صبر کؤلو حکم وهٔ ۔ وروستو بیا دَ هجرت نه پس دَ جهاد اجازت ورکړې شو ۔ دغه شان پهٔ اولو ورځو کښې حکم وهٔ ۔ قُمِ اللَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا نِّصْفَهٗ ۔ الآیة (یعنی دَ شپې عبادت کوه مګر څهٔ لږه حصه نیمه شپه یا دَ نیمې نه څهٔ زیاته کړه آرام کوه خیر دے) نو پهٔ شروع کښې اکثره شپه دَ عبادت حکم وهٔ بیا هم پهٔ مکّه معظّمه کښې څهٔ موده پس دا آیت نازل شو عَلِمَ اَنْ لَّنْ تُحْصُوْهُ فَتَابَ عَلَیْکُمْ فَاقْرُءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْاٰنِ الخ (یعنی الله تعالیٰ ته معلومه ده چې تاسو ټول عمر ټوله شپه عبادت نهٔ شیٔ پوره کؤلے نو معافی ېٔ درته وکړه اوس تاسو چې بې تکلیفه څومره عبادت دَ شپې کؤلے شیٔ دومره کویٔ) (دَ نیمې شپې یا زیاتې پابندی ختم شوه) مشرکانو به چې داسې آیتونه واؤرېدل نو وې به ېٔ چې دا څنګه دَ الله کلام دے چې کله یو حکم کوی کله بل ۔ دا خو حضور اکرمﷺ دَ ځان نه جوړوی ۔ کېدے شی چې دا قسم شکونه یو مسلمان ته هم شیطان پهٔ زړهٔ کښې واچوی ۔ دَ هغې ځواب ورکؤلے شی چې داسې قسم اعتراض دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه کیږی ۔ حقیقت دا دے چې یو حکم تر څهٔ وخته پورې وی چې هغه میعاد پوره شی نو بیا الله پاک بل حکم راواستوی اؤ الله تعالیٰ ښهٔ پوهیږی چې کله دَ بل حکم راستؤلو وخت دے ۔ یو کامل طبیب کهٔ یو بیمار ته څو ورځې منضج ورکړی بیا ورته جلاب ورکړی نو تاسو به څهٔ واییٔ چې پهٔ اوله ورځ ېٔ جلاب ولې نهٔ ورکؤل؟ پهٔ دې خو طبیب پوهیږی چې کوم وخت کښې دې بیمار ته دَ کوم قسم دارو ضرورت دے ۔ پهٔ طبیب باندې داسې اعتراض خالص بې خبره اؤ جاهل سړے کؤلے شی۔ پوهه بنده دا قسم اعتراضونه نهٔ کوی ۔ دغه شان الله پاک هم دَ مخلوق دَ روحانی علاج دپاره وخت پهٔ وخت دَ مریض دَ حالت مناسب دَ اصلاح دپاره احکام راستوی اؤ هغه دَ مریض پهٔ حالت اؤ دَ احکامو پهٔ اثر اؤ دَ وخت پهٔ مناسبت هر څهٔ باندې ښهٔ پوهیږی ۔ (تاسو جاهلان ناپوهه ییٔ)۔
قُلْ نَزَّلَهٗ رُوْحُ الْقُدُسِ مِنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِیُثَبِّتَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ هُدًی وَّ بُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ۝۱۰۲
ورته ووایه دا خو راکوز کړے دے یو پاکې فرښتې ستا دَ رب له طرفه ف۱۶۷ بېشکه چې مضبوط کړی ایماندار اؤ هدایت دے اؤ خوشخبری مسلمانانو دپاره ۔ ف۱۶۸
ف۱۶۷: یعنی دا زما یا دَ چا بنده جوړ کړے کتاب نهٔ دے دا خو بېشکه زما رب دَ روح القدس (پاکې فرښتې جبرئیلؑ) پهٔ ذریعه دَ خلقو دَ هدایت اؤ فائدې دپاره پهٔ ما نازل کړے دے ۔ پهٔ ”من ربك“ کښې دې طرف ته اشاره ده چې دا کلام هغه ذات نازل کړے دے چا چې دَ حضرت محمّدﷺ تربیت پهٔ داسې اعلیٰ طریقه اؤ بهترینو اخلاقو کړے دے اؤ رُوْحُ الْقُدُسْ کښې دې ته اشاره ده چې دَ کوم کلام رارسونکے چې داسې پاکه فرښته وی هغه کلام به هم دَ روحانیت اؤ صفاییٔ اؤ ملکوتی صفاتو نه ډک وی اؤ ظاهره ده چې چې دې صفاتو کښې دَ قرآن مقابله بل یو آسمانی کتاب هم نهٔ شی کؤلے۔
ف۱۶۸: دا قرآن وخت پهٔ وخت لږ لږ دې دپاره نازل شوے دے چې دَ مؤمنانو زړهٔ مضبوط شی اؤ یقین ېٔ پوخ شی چې زمونږ رب پهٔ هر حالت کښې زمونږ دَ حال نه خبر دے اؤ پهٔ هر موقع دَ وخت دَ حالاتو مناسب زمونږ رهنمائی کوی اؤ صحیح لار راته ښئی اؤ پهٔ هره موقع دَ کامیابیٔ مناسب خوشخبریٔ راکوی ۔
وَ لَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ اِنَّمَا یُعَلِّمُهٗ بَشَرٌ١ؕ لِسَانُ الَّذِیْ یُلْحِدُوْنَ اِلَیْهِ اَعْجَمِیٌّ وَّ هٰذَا لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ۝۱۰۳
اؤ مونږ ښهٔ خبر یو چې دوی به وائی دهٔ ته خو تعلیم ورکوی یو بنیادم ، ف۱۶۹ ژبه دَ هغه کس چې دوی ورته اشاره کوی عجمی ده اؤ دا قرآن صفا ستره عربی ژبه ده ۔ ف۱۷۰
ف۱۶۹: مشرکانو به وې چې دا قرآن کریم دَ الله کلام نهٔ دے ګنی (نسخ) دَ احکامو بدلون به پکښې نهٔ راتلو ۔ اؤ دَ ستا کلام هم نهٔ دے ۔ دا خبرې درته ضرور بل څوک سړے ښئی۔ دَ بل چا نه ېٔ زده کوے مونږ ته ېٔ اوروې اؤ (نعوذ بالله) دروغ جوړوے چې دا دَ الله کلام دے ۔ دَ حضور اکرمﷺ خپل کلام خو ېٔ ورته ځکه نهٔ وې چې هغوی ته ښهٔ معلومه وه چې حضور اکرمﷺ ظاهری تعلیم نهٔ دے کړے نهٔ ېٔ چرته قلم ګوتو کښې نیؤلے دے ۔ اؤ نهٔ ېٔ چرته دَ نبوت نه مخکښې څلوېښت کاله عمر کښې شعر وئیلے دے ۔ سره دَ دې چې فصیح و بلیغ عرب اؤ دَ قریشو دَ مشهور خاندان یو نومړے فرد وهٔ ۔ اؤ پهٔ دې زمانه کښې دَ شعر و شاعریٔ دومره زور وهٔ چې وړو وړو هلکانو جینکیو به هم اشعار جوړؤل (اؤ دا یو فطری جذبه وه چې څهٔ تعلیم تعلم ته ېٔ ضرورت نهٔ وهٔ) نو داسې بنیادم چې دې کارونو کښې ېٔ هډو دلچسپی نهٔ وی اخستې یکدم څنګه داسې عجیبه اؤ دَ ناشنا علومو اؤ حکمتونو نه ډک کتاب جوړؤلے شی۔ ضرور ورته دا خبرې بل څوک ښئی ۔ دا سړے څوک وهٔ چې قریشو ورته دَ قرآن غوندې کتاب جوړؤلو نسبت کؤلو دَ هغهٔ پهٔ نوم کښې اختلاف دے ۔ جبر ، یسار ، عائش ، یعیش دَ ګڼو عجمی غلامانو نومونه اخستی شوی دی چې ځنی پکښې یهودیان وو ځنی عیسایان ۔ وائی چې دا کسان به دَ حضور اکرمﷺ سره ډېر کښېناستل پاڅېدل اؤ ځنو پکښې ایمان هم راؤړے وهٔ لېکن دَ حیرانتیا خبره ده چې دومره قابل بنیادم چې قریشو ورته دَ داسې کامل کتاب لیکلو نسبت کؤلو تاریخ دَ هغهٔ نوم هم نهٔ دے متعین کړے ۔ اؤ هغه کامل انسان چې دوی ورته دَ خپل جهالت پهٔ وجه صرف دَ نقل کؤلو نسبت کؤلو دَ ، ټولې دنیا مقتدا ومنلے شو ۔ تر دې چې کوم خلق ېٔ پېغمبر نهٔ منی هغوی هم ورته پهٔ مصلح اعظم وئیلو مجبور وی ۔ بهرحال دَ مشرکانو دَ دې اعتراض نه دومره خو ثابته شوه چې دَ حضور اکرمﷺ اُمِّی کېدل هغوی هم منل ۔ پهٔ دې وجه ېٔ ورته دَ قرآن غوندې وچت کتاب نسبت نهٔ شو کؤلے۔ پهٔ الله خو ېٔ یقین نهٔ وهٔ ۔ نو وې به ېٔ چې دَ بل چا نه ېٔ زده کوی ۔ یقینًا ېٔ دَ بل چا نه زده کړے وهٔ خو هغه بنیادم نهٔ وهٔ هغه رب العالمین وهٔ ۔ څوک چې فرمائی اَلرَّحْمٰنُ عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۔
یعنی هغه رحمٰن و رحیم خپل نبی ته دَ قرآن تعلیم ورکړے دے۔
ف۱۷۰: یعنی کهٔ تاسو دَ خپل جهالت پهٔ وجه دَ قرآن دَ علومو پهٔ باریکیٔ نهٔ پوهېږیٔ نو دومره فکر خو وکړیٔ چې دَ قرآن ژبه اعلٰی فصیحه عربی ده دَ کوم نظیر چې دَ عربو فصیحان ، بلیغان ، ادیبان ، شاعران نهٔ شی پېش کؤلے اؤ تاسو چې ېٔ چا ته نسبت کویٔ هغه عجمی غلامان دی ۔ نو چې دَ عربو ادیبان عالمان دَ کوم کلام نظیر نهٔ شی پېش کؤلے نو یو غیر عرب عجمی به داسې کلام څنګه جوړ کړی؟
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ١ۙ لَا یَهْدِیْهِمُ اللّٰهُ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۰۴
څوک چې یقین نهٔ کوی دَ الله پهٔ خبرو الله هغوی ته لار نهٔ ورکوی ۔ اؤ هغوی دپاره دردناک عذاب دے ۔ ف۱۷۱
ف۱۷۱: یعنی دَ دې څرګندو دلیلونو نه پس هم چې څوک ځان نه پوهه کوی اؤ خامخا ضد کوی الله تعالیٰ هم هغهٔ ته دَ مقصود لار نهٔ ښئی ۔ بد اعتقاده بنده دَ هدایت نه محروم اؤ دَ عذاب مستحق وی۔
اِنَّمَا یَفْتَرِی الْكَذِبَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ۝۱۰۵
بېشکه دروغ خو هغه خلق جوړوی څوک چې یقین نهٔ کوی دَ الله پهٔ خبرو اؤ هم دغه کسان دروغژن دی۔ ف۱۷۲
ف۱۷۲: یعنی تا ته دروغژن وائی اؤ حال دا دے چې دَ دې نه مخکښې ستا ایمانداری اؤ صداقت دوی ټولو منلو ۔ دَ دروغژن سړی مخ حال وائی ۔ دروغ خو دَ ډېر بدبخته کار دے۔
مَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ اِیْمَانِهٖۤ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَ قَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّۢ بِالْاِیْمَانِ وَ لٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۝۱۰۶
چا چې انکار وکړو دَ الله نه دَ ایمان راوړو نه پس خو هغه څوک نه چې زبردستی ورسره وکړې شی اؤ خپل زړهٔ ېٔ پهٔ ایمان مطمئن وی ۔ ف۱۷۳ لېکن چا چې پرانسته سینه کفر ته نو پهٔ هغوی باندې غضب دے دَ الله ۔ اؤ هغوی دپاره غټ عذاب دے۔
ف۱۷۳: یو خو هغه مجرمان دی چې دَ دلائلو اورېدو نه پس هم ایمان نهٔ راؤړی ۔ خو دَ هغو نه زیات مجرمان هغه دی چې دَ ایمان راؤړو نه پس دَ شیطان پهٔ لمسه بیا کافر شی (نعوذ بالله) ۔ لکه څنګه چې عبد الله بن ابیٔ سرح دَ اسلام نه پس بیا مرتد شوے وهٔ ۔ دَ داسې کسانو سزا مخکښې راځی خو ترمینځه یو ضروری استثنا بیانیږی ۔ کهٔ یو بنده دَ زړهٔ نه مسلمان وی اؤ پهٔ خپل ایمان اؤ یقین کښې ېٔ څهٔ فرق نهٔ وی راغلے خو دَ سختې مجبوریٔ پهٔ وخت کښې دَ ځان بچ کؤلو دپاره تش پهٔ خلهٔ دَ کفر خبره وکړی پهٔ زړهٔ کښې ېٔ ایمان پهٔ ځائې وی اؤ دا خبره هم پهٔ مجبوریٔ دَ خلې نه وباسی ۔ نو دا سړے مسلمان دے پهٔ دې خبره کافر کیږی نه ۔ البته زیاته وچته مرتبه دا ده چې بنده مرګ قبول کړی خو دَ خلې نه دَ کفر خبره ونهٔ باسی ۔ لکه دَ حضرت بلالؓ ، حضرت یاسرؓ ، حضرت سُميّهؓ ، حضرت حبیب بن زید انصاریؓ ، حضرت عبد الله بن حذافهؓ ډېرې قصې پهٔ تاریخونو کښې لیکلی دی۔ دَ اختصار پهٔ وجه ېٔ دلته تفصیل نهٔ شو کؤلے ۔ دَ تفصیل دپاره تفسیر ابن کثیر وګوریٔ۔
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ١ۙ وَ اَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۰۷
دا ځکه چې دوی غوره کړو دَ دنیا ژوند پهٔ آخرت باندې ۔ اؤ الله لار نهٔ ورکوی کافر قوم ته ۔ ف۱۷۴
ف۱۷۴: یعنی داسې خلق چې دَ دنیا ژوند ېٔ خپل مقصد ګرځؤلے وی اؤ دَ آخرت نه غافل وی کامیابی کله موندې شی؟ حضرت شاه صاحب لیکلی دی څوک چې مرتد کیږی دَ څهٔ مال پهٔ لالچ ۔ یا دَ ورور عزیز دَ خاطره یا دَ بل څهٔ دنیاوی کار دپاره ۔ نو چې دنیا ېٔ خوښه کړه نو آخرت ترې پاتې شو ۔ اؤ کهٔ چا دَ سر دَ ویرې دَ کفر خبره کړی وی نو پکار ده چې خطرې ختمېدو نه پس توبه وباسی اؤ پهٔ ایمان قائم پاتې شی۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَ سَمْعِهِمْ وَ اَبْصَارِهِمْ١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ۝۱۰۸
دا هغه خلق دی چې مهر لګؤلے دے الله دَ دوی پهٔ زړونو اؤ پهٔ غوږونو اؤ پهٔ سترګو باندې ۔ اؤ هم دغه خلق بې هوشه دی۔ ف۱۷۵
ف۱۷۵: یعنی دَ دنیا پهٔ نشه داسې مست دی چې هډو هوش ورته راځی نه اؤ دَ الله تعالیٰ ورکړے عقل فکر دغه شان بربادوی ۔ پهٔ غوږو دَ حق خبرې اوری خو سوچ پرې نهٔ کوی۔ پهٔ سترګو دَ حق نښانې وینی خو عبرت ترې نهٔ اخلی ۔ دَ زړونو نه ېٔ پهٔ حق باندې سوچ اؤ فکر کؤلو طاقت ورک شوے دے ۔ دَ مهر لګؤلو مطلب پهٔ سورتِ بقره کښې پهٔ تفصیل بیان شوے دے۔
لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۝۱۰۹
څرګنده ده چې پهٔ آخرت کښې هم دغه خلق پهٔ تاوان کښې دی ۔ ف۱۷۶
ف۱۷۶: دې خلقو دَ الله ورکړی طاقتونه دَ خپلو بدکارو پهٔ وجه بې کاره اؤ تباه کړل دَ دې نه غټ تاوان به نور څهٔ وی؟
ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ هَاجَرُوْا مِنْۢ بَعْدِ مَا فُتِنُوْا ثُمَّ جٰهَدُوْا وَ صَبَرُوْۤا١ۙ اِنَّ رَبَّكَ مِنْۢ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۱۱۰
بیا خبره دا ده چې ستا رب به هغه خلقو ته چې خپل وطن ېٔ پریٔښې دَ تکلیفونو برداشت کؤلو نه پس بیا ېٔ جهاد کړے اؤ صبر ېٔ کړے ، بېشکه ستا رب دَ دې خبرو نه پس ډېر بخښونکے بې حده مهربان دے ۔ ف۱۷۷
ف۱۷۷: پهٔ مکّه معظّمه کښې ځنې مسلمانانو دَ کافرو دَ زور ظلم نه ځان خلاصؤلو دپاره تش پهٔ خلهٔ دَ کفر کلمات وئیلی وو ۔ بیا ېٔ هجرت وکړو اؤ جهاد کښې شریک شو اؤ پهٔ خپل ایمان ښهٔ مضبوط ولاړ وو ۔ نو دغه خطائی ورته الله معاف کړه ۔ یو صحابی وهٔ عمارؓ دَ هغهٔ پلار وهٔ یاسرؓ اؤ مور ېٔ وه سُمَيَّهؓ نو پلار اؤ مور ېٔ دواړو مرګ قبول کړو خو دَ کفر الفاظ ېٔ دَ خلې نه ونهٔ وېستل ۔ اؤ عمارؓ زړه کښې خو مسلمان وهٔ خو دَ ځان بچ کؤلو دپاره ېٔ پهٔ خلهٔ دَ کفر الفاظ ووې بیا پهٔ ژړا ژړا دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو دَ هغهٔ دَ تسلّیٔ دپاره الله پاک دا آیتونه نازل کړل۔
یَوْمَ تَاْتِیْ كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَّفْسِهَا وَ تُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۱۱۱
پهٔ کومه ورځ چې را به شی هر نفس چې سوال ځواب به کوی یواځې خپل ف۱۷۸ ځان دپاره اؤ پوره پوره بدله به ورکؤلے شی هر چا ته دَ خپل عمل اؤ پهٔ هېچا به ظلم نهٔ کیږی۔ ف۱۷۹
ف۱۷۸: یعنی دَ هر سړی سره به دَ خپل ځان غم وی دَ بل دپاره به هېڅ نهٔ شی کؤلے۔ مور ، پلار ، ورور ، خور ، اولاد ، دوستان اؤ خپلوان هېڅوک به دَ چا پهٔ ښهٔ نه راځی۔ هر چا سره به دَ ځان غم وی اؤ دَ ځان خلاصؤلو دپاره به څهٔ دروغ رښتیا عذرونه پیش کوی کهٔ پهٔ څهٔ چل خلاص شم ۔
ف۱۷۹: یعنی دَ نیکیٔ ثواب به کم نهٔ شی ورکؤلے اؤ دَ بدیٔ سزا به زیاته نهٔ شی ورکؤلے ۔ هر چا ته به دَ خپل عمل بدل پوره پوره رسی ۔
وَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا قَرْیَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُّطْمَىِٕنَّةً یَّاْتِیْهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِاَنْعُمِ اللّٰهِ فَاَذَاقَهَا اللّٰهُ لِبَاسَ الْجُوْعِ وَ الْخَوْفِ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ۝۱۱۲
اؤ الله مثال ورکوی دَ یو کلی چې پهٔ امن اؤاطمینان وهٔ ۔ ف۱۸۰ راتله به ورته روزی فراخه دَ هر طرف نه ف۱۸۱ بیا ېٔ ناشکری وکړه دَ الله دَ نعمتونو نو وڅکؤله پرې الله دا مزه چې دَ تن جامې ېٔ شوې لوږه اؤ ویره دَ خپلو عملونو پهٔ بدله کښې ۔ ف۱۸۲
ف۱۸۰: یعنی نهٔ ورسره دَ بهرنی دښمن څهٔ ویره وه اؤ نهٔ پهٔ ملک کښې دننه څهٔ ګړبړ وو ۔ ښهٔ پهٔ امن اؤ پهٔ آرام ېٔ ژوند تېرؤلو ۔
ف۱۸۱: دَ خوراک دپاره غلې اؤ مېوې اؤ دَ ضرورت هر شے فراخه وهٔ ۔ دَ دنیا هر نعمت ورته پهٔ خپل کلی کښې موجود وهٔ ۔
ف۱۸۲: خو دَ دغې کلی خلقو دَ الله دَ نعمتونو قدر ونهٔ کړو ۔ دَ دنیا پهٔ عیش کښې مست اؤ دَ الله نه غافل شو بلکې بغاوت اؤ نافرمانیٔ ته ېٔ ملا وتړله نو الله ورنه هم بدل واخستو ۔ نعمتونه ېٔ ورباندې بند کړل ۔ سخت قحط پرې راغلو ۔ اؤ دَ بهر نه ورباندې دَ دښمن دَ حملې خطره شوه ۔ نو لکه چې قمیص دَ بدن نه چاپېره وی نو دغه شان پهٔ لوږه اؤ ویره کښې دَ هر طرف نه راګېر شو چې دَ خلاصی مخه ېٔ نهٔ وه ۔
وَ لَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَ هُمْ ظٰلِمُوْنَ۝۱۱۳
اؤ راورسېدو هغوی ته رسول دَ هغوی نه نو دوی دروغ وګڼلو نو بیا راګېر کړل دوی عذاب اؤ دوی وو ګناهګار ۔ ف۱۸۳
ف۱۸۳: دَ دې ظاهری نعمتونو نه علاوه روحانی نعمتونه هم ورکړی شوی وو ۔ پهٔ دغه قوم کښې ېٔ دَ خپل قوم اؤ نسب نه ورته یو رسول راستؤلے وهٔ چې دَ هغهٔ پهٔ تابعداریٔ دوی بیا وچته درجه حاصلؤلے شوه خو دوی دَ هغه رسول دَ تابعداریٔ پهٔ ځائې دَ هغهٔ تکذیب وکړو اؤ مخالفت کښې ېٔ ودرېدل ۔ آخر الله تعالیٰ دَ خپل قدیم قانون مطابق ورباندې عذاب راوستو اؤ ټول ېٔ تباه کړل ۔ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې دې آیت کښې دَ یو خاص کلی یا دَ یوې خاصې تاریخی واقعې ذکر نهٔ دے شوے بلکې هسې دَ مثال پهٔ طور لاعلی التعین دَ یو کلی ذکر دے ۔ مطلب ېٔ دَ مکّې مشرکان خبرؤل دی چې دَ رسولﷺ دَ مخالفت دا نتیجه وی۔ ستاسو به هم دغه حال شی ۔ اؤ ځنو مفسرانو لیکلی دی چې پهٔ دې مثال کښې دَ دې کلی نه مراد دَ مکّې معظّمې ښار دے کوم چې سره دَ دې چې خپله ، کر کیله پکښې نهٔ وه بیا به هم دَ هر طرف نه ورته غلې اؤ مېوې راچلېدے ۔ رزق پکښې فراخ وهٔ ۔ اؤ دَ کعبې شریفې دَ عزت پهٔ وجه دَ قبائلو دَ حملو نه هم پهٔ امن وو ۔ بیا ورباندې بل فضل الله پاک دا وکړو چې هم دَ مکّې پهٔ وسیدونکیو قریشو کښې ېٔ ورته خپل رسول را واستؤلو ۔ خو دوی دَ الله پاک دَ نعمتونو اؤ فضل و احسان قدر ونهٔ کړو ۔ دَ شرک ، بُت پرستیٔ ، ګناهونو اؤ بې حیاییٔ کارونو کښې مبتلا شو اؤ دَ خپل رسول تکذیب اؤ مخالفت ېٔ وکړو ۔ نو الله تعالیٰ ورباندې دَ فراخې روزیٔ پهٔ ځائې ووهٔ (۷) کاله سخت قحط راوستو ۔ اؤ دَ امن پهٔ ځائې ورباندې دَ مسلمانانو مجاهدانو خوف مسلط شو اؤ دَ بدر پهٔ جنګ کښې دَ غازیانو دَ لاسه ښهٔ پهٔ عذاب شو ۔ دَ دوی سره خو دا وشوه اؤ کوم مسلمانان چې دَ دوی دَ ظلمه پهٔ کلی پرېښو مجبور شوی وو ۔ هغو ته ېٔ ښهٔ دَ امن و آرام ځائې ورکړو اؤ دَ رزق لار ېٔ ورته ازاده کړه اؤ پهٔ دښمنانو ېٔ غلبه ورکړه ۔ بلکې دَ ټولې دنیا دَ امامت خطاب ورکړې شو ۔ غالبًا پهٔ دې آیت کښې دَ مکّې والؤو دَ حال بیانؤلو نه پس مخکښې آیت کښې ”فَکُلُوْا مِمَّا رَزَقَکُمُ اللہُ“ الخ کښې مسلمانانو ته خطاب دے چې تاسو چرته دَ مکّې والؤو غوندې ناشکری ونهٔ کړیٔ ۔
فَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا١۪ وَّ اشْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ۝۱۱۴
نو خوریٔ څهٔ رزق چې الله درکړے حلال اؤ پاک ، اؤ شکر کویٔ پهٔ نعمتونو دَ الله کهٔ تاسو خالص دَ هغهٔ عبادت کویٔ ۔ ف۱۸۴
ف۱۸۴: یعنی څوک چې دَ یو الله دَ عبادت اؤ بندګیٔ دعویدار وی هغهٔ ته پکار دی چې دَ حلال اؤ پاک رزق تلاش کوی ۔ حلال اؤ حرام وپېژنی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو شکر ادا کوی اؤ دَ الله اؤ دَ الله دَ رسولﷺ تابعداریٔ اؤ دَ الله دَ احکامو فرمانبرداری کوی۔
اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَ الدَّمَ وَ لَحْمَ الْخِنْزِیْرِ وَ مَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ١ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّ لَا عَادٍ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۱۵
الله خو دغه څیزونه حرام کړی پهٔ تاسو ، مرداره اؤ وینه اؤ دَ خنزیر غوښه اؤ کوم څیز چې نوم پرې واخستې شی بې دَ الله دَ بل چا ۔ بیا کهٔ څوک مجبور شی چې نهٔ زور کوی اؤ نهٔ زیاتے ، نو الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۸۵
ف۱۸۵: دَ دې آیت پوره تفسیر پهٔ سورتِ بقره اؤ سورتِ انعام کښې تېر شوے دے ۔ خلاصه ېٔ دا ده چې څهٔ شے حرامؤل یا حلالؤل دَ هغه چا کار دے چا چې دا څیزونه پیدا کړی دی ۔ دَ ځانه پکښې څهٔ شی ته حرام یا حلال وئیل جائز نهٔ دی ۔ پهٔ مخکښې آیتونو کښې دَ دې پوره وضاحت شوے دے۔
وَ لَا تَقُوْلُوْا لِمَا تَصِفُ اَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هٰذَا حَلٰلٌ وَّ هٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَؕ۝۱۱۶
اؤ مهٔ واییٔ تاسو دَ خپلې خلې پهٔ دروغو جوړؤلو چې دا شے حلال دے ۔ اؤ دا شے حرام دے چې پهٔ الله باندې بهتان وتړیٔ ۔ ف۱۸۶ بېشکه څوک چې پهٔ الله بهتان تړی هغه به خلاصے نهٔ مومی ۔
ف۱۸۶: یعنی دَ شرعی دلیل نه بغیر څهٔ شی ته حرام یا حلال وئیل غټ جرم دے ۔ څوک چې دَ شرعی دلیل نه بغیر څهٔ شی ته حرام یا حلال وائی (لکه دَ مکّې معظمې مشرکانو چې به وې ۔ تفصیل ېٔ سورتِ انعام کښې تېر شوے دے) دا پهٔ الله باندې دروغ تړل دی اؤ غټ جرم دے۔
مسلمانانو ته دا هدایت دے ۔ چې کوم څیز الله حرام کړے دے هغه حرام ګڼیٔ اؤ کوم چې الله حلال کړے دے هغه حلال ګڼیٔ ۔ دَ شرعی ثبوت نه بغیر دَ ځانه حکمونه مهٔ لګویٔ ۔
مَتَاعٌ قَلِیْلٌ١۪ وَّ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۱۷
لږه شان فائدہ دې واخلی اؤ بیا دوی دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۱۸۷
ف۱۸۷: یعنی دَ مکّې معظّمې مشرکان چې حضور اکرمﷺ ته دروغژن وائی ۔ دوی خپله دروغژن دی ځنی څیزونه ېٔ پهٔ ځان حرام کړی دی اؤ ځنو ته حلال وائی اؤ نسبت ېٔ الله ته کوی (چې دا دَ الله حکم دے) لږې ورځې دې پهٔ دنیا کښې مزې وکړی ۔ ډېر ژر به دَ تل عمری جیل خانې اؤ سخت عذاب مزه وڅکی ۔
وَ عَلَی الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ١ۚ وَ مَا ظَلَمْنٰهُمْ وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۝۱۱۸
اؤ څوک چې یهودیان دی مونږ پرې حرام کړی وو کوم چې مو تا ته مخکښې بیان کړی دی ۔ اؤ مونږ پرې ظلم نهٔ دے کړے لېکن هغوی پهٔ خپلو ځانونو خپله ظلم کؤلو ۔ ف۱۸۸
ف۱۸۸: دَ دې آیت پوره تفسیر پهٔ سورتِ انعام کښې تېر شوے دے ۔ مطلب ېٔ دا دے چې کوم څیز چې الله تعالیٰ دَ ټولو خلقو دپاره یا دَ یو خاص قوم دپاره تر څهٔ وخته حرام کړے دے دَ هغې پهٔ حکمت صرف الله پوهیږی دا دَ هغهٔ کار دے ۔ بنده ته پکښې دَ دخل حق نشته ۔
ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ عَمِلُوا السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوْا مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ وَ اَصْلَحُوْۤا١ۙ اِنَّ رَبَّكَ مِنْۢ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۱۱۹
بیا خبره دا ده چې ستا رب دَ هغه چا دپاره چې پهٔ ناپوهیٔ ېٔ څهٔ بد کار وکړو ۔ ف۱۸۹ بیا ېٔ توبه ووېسته دَ هغې نه پس اؤ ځان ېٔ سم کړو ۔ نو ستا رب دَ دې خبرو نه پس بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۱۹۰
ف۱۸۹: یعنی څهٔ حلال څیز ته چې حرام یا حرام ته حلال وائی دا دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه (بنده چې دَ الله تعالیٰ دَ حهٔ حکم نافرمانی کوی کهٔ پهٔ قصد ېٔ کوی دغه هم ناپوهی ده) کهٔ لږ ېٔ دَ عقل نه کار اخستے اؤ دَ نافرمانیٔ دَ سزا خیال ېٔ کؤلے نو هېچرې به ېٔ نافرمانی نهٔ وه کړے ۔ پهٔ سورتِ نساء کښې دغسې یو آیت دے ۔ اِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَی اللہِ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السُّوْٓءَ بِجِهَالَةٍ الخ دَ هغې فوائد کتل پکار دی ۔
ف۱۹۰: یعنی څوک چې دَ کفر نه توبه وباسی ایمان راؤړی اؤ آئندہ دپارہ خپل عمل سم کړی نو تېر ګناهونه هر څومره چې وی هغه ورته الله پاک بخښی ۔
باز آ باز آ ہر آنچہ کر دی باز آ
گر کافر و گبرو بت پرستی باز آ
ایں درگہ ما درگہ نومیدی نیست
صد بار اگر توبہ شکستی باز آ
(واپس راشه کهٔ هر څهٔ دې کړی دی
کهٔ دے کفر اؤ کهٔ ده بت پرستی
کهٔ توبه دې ماته کړی وی سل ځله
رانشته زما ځائې کښې نا امیدی)
اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ كَانَ اُمَّةً قَانِتًا لِّلّٰهِ حَنِیْفًا١ؕ وَ لَمْ یَكُ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَۙ۝۱۲۰
بېشکه ابراهیمؑ وهٔ لار جوړوؤنکے دَ الله فرمانبردار یو مخیزه اؤ نهٔ وهٔ دَ شرک کؤنکیو نه ۔ ف۱۹۱
ف۱۹۱: دَ مکّې معظّمې مشرکان دَ ابراهیمؑ پهٔ اولاد کښې وو اؤ دَ ابراهیمؑ دَ دین دعویٰ ېٔ کؤله نو هغوی ته ښیٔلی شی چې ابراهیمؑ خو موحد وهٔ اؤ دَ نیکانو مقتداء اؤ امام وهٔ ، دَ ټولې دنیا دَ مشرکانو پهٔ مقابله کښې تن تنها ولاړ وهٔ ۔ اؤ هغه یواځې دَ لوی قوم برابر وهٔ ۔ هغهٔ ته الله تعالیٰ دومره کمالات اؤ خوبیٔ ورکړے وې چې پهٔ لوی قوم کښې هم نهٔ شوې موندې ۔ ابراهیمؑ دَ یو الله تابعدار وهٔ دَ ټولې دنیا نه ېٔ مخ اړؤلے وهٔ اؤ یو الله ته متوجه وهٔ نو دا ناممکنه ده چې هغهٔ دَ الله دَ حکم نه بغیر څهٔ څیز ته حرام یا حلال وئیلی وې ۔ نو تاسو چې ځان ته دَ دینِ ابراهیمی تابع واییٔ ۔ لږ شرم وکړیٔ چرته تاسو اؤ چرته دینِ ابراهیمی ۔ تاسو شرک کویٔ اؤ هغه دَ مشرکانو پهٔ وطن کښې هم نهٔ وسېدو ۔ دَ حلالو اؤ حرامو پهٔ بیان کښې اؤ دَ دین پهٔ اصولو کښې اصل دین ملتِ ابراهیمی دے۔ حضرت محمّد مصطفٰیﷺ دَ دغه دینِ ابراهیمی دَ تازه کؤلو اؤ دَ هغې دَ تفصیل اؤ شرح کؤلو دپاره راغلے دے۔ نو کهٔ تاسو ځان دَ ملتِ ابراهیمی تابع کړیٔ نو دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خبرو عمل وکړیٔ اؤ هم پهٔ دغه لار روان شیٔ۔
شَاكِرًا لِّاَنْعُمِهٖ١ؕ اِجْتَبٰىهُ وَ هَدٰىهُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۱۲۱
شکر ګذار وهٔ دَ الله دَ نعمتونو ، ف۱۹۲ الله غوره کړو اؤ پهٔ نېغه لار ېٔ روان کړو ۔ ف۱۹۳
ف۱۹۲: یعنی ابراهیمؑ خو دَ الله تعالیٰ شکرګذار بنده وهٔ اؤ تاسو سخت ناشکره اؤ نافرمانه ییٔ ۔ نو بیا ځان ته څنګه دَ هغهٔ تابع واییٔ؟
ف۱۹۳: یعنی دَ رسالت دپاره ېٔ غوره کړو اؤ دَ توحید کامل اؤ تابعداریٔ اؤ فرمانبرداریٔ پهٔ لار ېٔ روان کړو۔
وَ اٰتَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً١ؕ وَ اِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَؕ۝۱۲۲
اؤ مونږ ورکړو پهٔ دنیا کښې ښهٔ حالت ف۱۹۴ اؤ هغه دے پهٔ آخرت کښې دَ ښو خلقو نه ف۱۹۵
ف۱۹۴: یعنی نبوت ، فراخه روزی ، اولاد ، عزت چې دَ ټولو دینونو خلق ېٔ قدر عزت کوی اؤ هر یو دا غواړی چې خپل تعلق دَ دینِ ابراهیمی سره مضبوط کړی۔
ف۱۹۵: یعنی هغهٔ چې دَ خپل ځان دپاره کومه دعا غوښتې وه وَ اَلْحِقْنِیْ بَا لصَّالِحِیْنَ ۔ هغه دعا الله پاک قبوله کړے ده ۔ بېشکه هغه دَ قیامت پهٔ ورځ دَ صالحانو یعنی پېغمبرانو ، رسولانو پهٔ ډله کښې شامل دے ۔
ثُمَّ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ اَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا١ؕ وَ مَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۱۲۳
بیا مونږ تا ته حکم وکړو چې روان شه پهٔ لاره دَ ابراهیمؑ چې یو مخیز وهٔ اؤ نهٔ وهٔ شامل دَ مشرکانو سره ۔ ف۱۹۶
ف۱۹۶: دَ دې تفسیر پهٔ سورتِ انعام کښې پهٔ آیت دِیْنًا قِیَمًا مِّلَّةَ اِبْرَاهِیْمَ حَنِیْفًا ۚ وَ مَا کَانَ مِنَ الْمُشْرِکِیْنَ کښې تېر شوے دے ۔ خلاصه ېٔ دا ده چې پهٔ حلالو اؤ حرامو کښې اصل دین دَ ملتِ ابراهیمی دے ۔ تر دا مینځه دَ یهودو اؤ عیسایانو دَ خاصو حالاتو پهٔ مناسبت ځنی خاص احکام نازل شوی وو ۔ آخر کښې خاتم الانبیاء راغلو چې دینِ ابراهیمی کښې چې دَ خلقو دَ غفلت اؤ جهالت پهٔ وجه کوم کمے زیاتے راغلے دے هغه ترېنه لرې کړی اؤ دینِ ابراهیمی بیا دَ نوی سره تازه شی۔ اؤ دَ شرک اؤ تحریف ټول کارونه ختم کړې شی۔ پهٔ حدیث کښې دی بُعِثْتُ بِالسَّمْحَۃِ الْحَنِیْفَۃِ الْبَیْضَاءِ دَ دې پوره تشریح حضرت شاه ولی الله صاحب پهٔ خپل کتاب ”حجة الله البالغه“ کښې کړے ده ۔
اِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَی الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ١ؕ وَ اِنَّ رَبَّكَ لَیَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۝۱۲۴
دَ خالی ورځ خو مقرر شوی وه دَ هغه چا دپاره چې پهٔ دې کښې ېٔ اختلاف کؤلو ، اؤ بېشکه ستا رب به فیصله کوی دَ دوی ترمینځه دَ قیامت دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ هغه خبرو کښې چې دوی پهٔ کښې اختلاف کؤلو۔ ف۱۹۷
ف۱۹۷: یعنی پهٔ اصل دینِ ابراهیمی کښې دَ هفتې دَ ورځې دَ احترام حکم نهٔ وهٔ پهٔ دې اُمت کښې هم نشته ۔ تر دا مینځه چې یهودیانو دَ خپل پېغمبر موسٰی علیه السلام دَ حکم خلاف ځان ته دَ هفتې ورځ خوښه کړه نو ورته حکم وشو چې ښه دَ دې ورځې احترام کویٔ اؤ پهٔ دې ورځ دَ مهی ښکار مهٔ کویٔ نو چا حکم ومنلو اؤ چا نهٔ منلو نو پهٔ نهٔ منونکیو عذاب راغلو ۔ شادوګان اؤ خنزیران ترېنه جوړ شو اؤ آخرت کښې چې به کومه سزا ورکؤلے شی هغه دَ دې نه علاوه ده ۔ پهٔ آخرت کښې خو به دا ټولې اختلافی خبرې فیصله شی چې چا به وې ابراهیمؑ یهودی وهٔ چا به وې نصرانی وهٔ۔ سره دَ دې چې الله تعالیٰ فرمائی هغه پهٔ دوی کښې یو هم نهٔ وهٔ ، هغه خو یو مخیزې موحّد اؤ دَ خپل الله فرمانبردار وهٔ ۔ بهرحال دَ آخرت پهٔ ورځ به هر چا ته پته ولګی چې څوک پهٔ حقه وو اؤ څوک پهٔ غلطه ۔
اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ۝۱۲۵
تهٔ خلق رابله لارې ته دَ خپل رب پهٔ حکمت اؤ پهٔ ښهٔ نصیحت اؤ دوی سره بحث کوه پهٔ طریقه بهتره ۔ ف۱۹۸ بېشکه ستا رب ښهٔ پېژنی څوک چې ګمراه شوی دی دَ هغهٔ دَ لارې نه اؤ هغه ښهٔ پیژنی څوک چې پهٔ سمه لار روان دی ۔ ف۱۹۹
ف۱۹۸: پهٔ پورتنیو آیتونو کښې خبردارے ورکړې شو چې دا پېغمبر تاسو ته اصل دینِ ابراهیمی ښیٔ ۔ نو کهٔ تاسو کامیابی غواړیٔ اؤ پهٔ رښتیا ځان دَ ملتِ ابراهیمی تابع ګڼیٔ نو دَ دې پېغمبر خبرې ومنیٔ اؤ پهٔ دهٔ پسې روان شیٔ ۔ اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّكَ الخ ۔ اوس خپله پېغمبرﷺ ته تعلیم ورکؤلے شی چې خلق به څنګه سمې لارې ته را اړوې ۔ نو درے طریقې ورته وښیٔلی شوې ۔ (۱) حکمت ، (۲) موعظت حسنه ، (۳) جدال بالتی هی احسن ۔ دَ حکمت نه مطلب دا دے چې پاخهٔ اؤ مضبوط دلائل ډېر پهٔ هوښیارتیا پېش کړې شی چې دَ هغې پهٔ اورېدو دَ عقل اؤ فکر خاوندان ېٔ خپله پهٔ منلو مجبور شی ۔ دَ ”موعظت حسنه“ مطلب دا دے چې پهٔ موثره اؤ زړهٔ نرمؤنکے طریقه وعظ و نصیحت وکړې شی ۔ اخلاص ، شفقت ، نرمی اؤ همدردی ، ښهٔ خویٔ اؤ پهٔ معتدل انداز کښې نصیحت سره دَ کاڼی پهٔ شان سخت زړونه هم نرم شی ۔ مړهٔ زړونه بیدار اؤ غافل زړونه راویښ شی ۔ دَ ترغیب اؤ ترهیب پهٔ ښائسته طرز ادا خلق منزلِ مقصود ته پهٔ منډه روان شی اؤ بیا خاص هغه بهترین دماغونه چې دَ حق پهٔ تلاش کښې سرګردان وی اؤ دَ حق دَ طلب بڅرے ېٔ پهٔ زړهٔ کښې پروت وی دَ هغوی پهٔ زړونو کښې خو دَ داسې نصیحت پهٔ برکت دومره جوش اؤ ولوله پیدا شی چې هرې قربانیٔ ته تیار وی ۔ البته پهٔ دنیا کښې همېشه یوه ډله داسې هم ضرور وی چې دَ هغوی کار پهٔ هره خبره کښې خنډ اچول اؤ دَ کج بحثیٔ پهٔ وجه شکونه اؤ شبهې پیدا کؤل وی ۔ پهٔ داسې خلقو نهٔ نصیحت اثر کوی اؤ نهٔ ښهٔ اخلاق اؤ نهٔ بحث اؤ دلیل بازی ۔ لېکن کله کله دَ حق طلبګار هم پهٔ ځنې خبره کښې شک من شی نو پهٔ بهتره طریقه دَ بحث کؤلو اؤ مضبوطو دلیلونو بیانؤلو دَ هغوی شک لرې شی اؤ دَ حق پهٔ لاره پهٔ مخه تګ ته تازه شی ۔ نو دَ وَ جَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حکم دَ داسې خلقو دپاره دے چې پهٔ بهتره طریقه بحث اؤ مضبوط دلیلونو دَ حق دَ طلبګارو شکونه لرې کړې شی ۔ مطلب دا چې بحث پهٔ داسې طریقه پکار دے کومه چې بهتره ، ښائسته اؤ مهذبه وی چې دَ بلې ډلې جذباتو ته صدمه ونهٔ رسی ۔ اؤ ښهٔ پهٔ سړه سینه دلیلونو باندې غور وکړې شی ۔ پهٔ داسې بحث چې دَ مقابل زړهٔ ته پرې تکلیف ورسی ۔ ناحقه خبره وږدیږی اؤ دَ بد اخلاقیٔ اؤ زبردستیٔ اؤ کج بحثیٔ نتیجه همېشه خرابه وی ۔
ف۱۹۹: یعنی دَ تبلیغ پهٔ کار کښې دَ الله پهٔ ښیٔلے شوے لار چلېدل ضروری دی ، پهٔ حق و انصاف معامله پکار ده ۔ دا خیال مهٔ کوه چې چا خبره ومنله اؤ چا ونهٔ منله ۔ تهٔ پهٔ صحیح طریقه تبلیغ کوه ۔ نتیجه ېٔ پهٔ الله وسپاره هغه ښهٔ خبر دے چې څوک ېٔ منی اؤ څوک ېٔ نهٔ منی ۔ لار ښیونکے اؤ دَ هدایت توفیق ورکؤنکے هم هغه دے ۔ هغه چې څنګه مناسب ګڼی هغه شان به کوی ۔
وَ اِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوْا بِمِثْلِ مَا عُوْقِبْتُمْ بِهٖ١ؕ وَ لَىِٕنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَیْرٌ لِّلصّٰبِرِیْنَ۝۱۲۶
اؤ کهٔ تاسو بدله اخستل غواړیٔ نو دومره قدرې بدله واخلیٔ څومره تکلیف چې ېٔ تاسو ته رسؤلے اؤ کهٔ صبر وکړیٔ نو دا بهتر دے صابرانو دپاره ۔ ف۲۰۰
ف۲۰۰: یعنی دَ تبلیغ پهٔ کار کښې کهٔ دوی تا ته څهٔ تکلیف در ورسوی نو دَ قدرت اؤ طاقت موندو پهٔ وخت کښې ترېنه تهٔ مساوی بدله اخستے شې ۔ چې څومره تکلیف ېٔ درکړے دے دومره ورکؤلے شې خو دَ صبر درجه ډېره وچته ده کهٔ صبر دې وکړو اؤ بدل دې وانهٔ خستو نو دَ دې نتیجه به ستا پهٔ حق کښې هم بهتره وی اؤ دَ زیاتی کؤنکیو پهٔ حق کښې هم ۔
وَ اصْبِرْ وَ مَا صَبْرُكَ اِلَّا بِاللّٰهِ وَ لَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَ لَا تَكُ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ۝۱۲۷
اؤ تهٔ صبر کوه اؤ تهٔ صبر نهٔ شې کؤلے بې دَ الله دَ امداد نه ، اؤ دَ دوی پهٔ حال غم مهٔ کوه اؤ مهٔ دَ دوی پهٔ فریبونو زړهٔ تنګوه ۔ ف۲۰۱
ف۲۰۱: یعنی پهٔ ظلم اؤ زیاتی باندې صبر کؤل آسان کار نهٔ دے ۔ دا خو صرف دَ الله پهٔ امداد اؤ طاقت کېدے شی ۔
اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّ الَّذِیْنَ هُمْ مُّحْسِنُوْنَ۠۝۱۲۸
بېشکه الله ملګرے دے دَ هغه کسانو چې پرهیزګار وی اؤ دَ هغه چا چې نیکی کوی۔ ف۲۰۲
ف۲۰۲: یعنی بنده چې څومره دَ الله نه ویریږی ۔ تقویٰ ، پرهېزګاری اؤ نیکی اختیار کړی دومره ورسره دَ الله امداد زیاتیږی ۔ نو تهٔ دَ کفارو پهٔ دې مکر فریب اؤ ظلم زیاتی زړهٔ مهٔ تنګوه اؤ مهٔ دَ دوی پهٔ دې حالت خفګان کوه الله تعالیٰ ستا مددګار دے ۔