پارہ 05

وَّ الْمُحْصَنٰتُ مِنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ١ۚ كِتٰبَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ١ۚ وَ اُحِلَّ لَكُمْ مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوْا بِاَمْوَالِكُمْ مُّحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ١ؕ فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهٖ مِنْهُنَّ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِیْضَةً١ؕ وَ لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا تَرٰضَیْتُمْ بِهٖ مِنْۢ بَعْدِ الْفَرِیْضَةِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا۝۲۴
اؤ دَ خاوند والا ښځې مګر دَ کومو چې مالک شی ستاسو لاسونه ، دا دَ الله حکم دے پهٔ تاسو باندې ف۴۵ اؤ حلالې دی تاسو ته دَ دې نه سوا نورې ښځې پهٔ دې شرط چې تاسو هغوی دَ خپل مال پهٔ بدل کښې وغواړیٔ دَ ضرورت پوره کؤلو دپاره ، نهٔ دَ مستۍ وستو دپاره ف۴۶ نو پهٔ دوی کښې کومې ښځې چې تاسو پهٔ کار راوستې نو هغوی ته دَ هغوی حق(مهر) ورکړیٔ کوم چې مقرر شوے دے ف۴۷ اؤ څهٔ ګناه نشته پهٔ دې کښې کهٔ تاسو پخپله خوښه څهٔ (زیاتې) فیصله کړی وی دَ مهر مقرر کؤلو نه پس۔ بې شکه الله دے خبردار دَ حکمت خاوند ف۴۸
ف۴۵: دَ محرماتو دَ بیان نه پس اوس دَ هغه ښځو بیان دے کومې چې هسې خو حرامې نهٔ دی مګر دَ بل پهٔ نکاح کښې بندې دی۔ پهٔ دې وجه ورسره نکاح جائز نهٔ ده څو پورې چې هغه خاوند طلاق نهٔ وی ورکړے۔ یعنی کومه ښځه چې دَ یو سړی پهٔ نکاح کښې وی نو بل سړے ورسره نکاح نهٔ شی کؤلے ، تر څو چې هغه سړی طلاق نهٔ وی ورکړے اؤ دَ عدت موده ېٔ نهٔ وی پوره شوے۔ یا ېٔ وړومبے خاوند مړ شی اؤ دَ مرګ عدت پوره کړی۔ نو بیا بل سړی سره نکاح کؤلے شی۔ البته دَ خاوند والا ښځه کهٔ دَ مسلمانانو پهٔ ملکیت کښې راشی نو دَ هغې سره نکاح جائز ده۔ دَ دې شکل دا دے چې مسلمانان دَ جهاد دپاره دَ کفارو پهٔ ملک (دارالحرب) حمله وکړی ، دَ هغوی ښځې قیدې کړی ، اسلامی حکومت ته ېٔ راولی۔ نو کهٔ دَ هغوی خاوندان دَ کفارو پهٔ ملک کښې ژوندی وی اؤ دوی ته ېٔ طلاق نهٔ وی ورکړے ، هم دغه حصې چې دَ کومو فوجیانو پهٔ حصه کښې ورسی هغوی ته حلالې دی۔ دَ ټولو محرماتو دَ بیان نه پس اوس بیا دَ تاکید دپاره الله تعالیٰ فرمائی چې دا دَ الله حکم دے۔ دَ دې پابندی پهٔ هر مسلمان فرض ده۔
فائده: کومه کافره ښځه چې مسلمان ته پهٔ لاس ورشی۔ هغې ته به دومره انتظار کوی چې یو حیض ېٔ تېر شی چې معلومه شی چې حامله نهٔ ده۔ اؤ بل دا چې هغه کافره مشرکه نهٔ وی کتابیه وی هله ېٔ پهٔ نکاح اخستې شی ، دَ مشرکې سره نکاح جائز نهٔ ده۔
ف۴۶: یعنی دَ کومو ښځو دَ حرمت حکم چې بیان شو ، دَ دوی نه علاوه نورې ټولې ښځې حلالې دی خو څلور شرطونه پکښې دی۔ (۱) یو خو دا چې تاسو ېٔ وغواړیٔ۔ اؤ دَ دواړو طرف نه پهٔ خپله رضا ایجاب و قبول وشی۔ (۲) بل دا چې مهر ورته مقرر کړیٔ۔ (۳) دریٔم دا چې دَ نکاح نه مطلب دَ دغه ښځې پهٔ خپله قبضه کښې ساتل مقصود وی۔ مستۍ وېستل اؤ شهوت پوره کؤلو دپاره نهٔ وی۔ لکه پهٔ زنا کښې چې دی۔ اؤ دا نکاح دَ همېشه دپاره وی۔ څهٔ خاص وخت پکښې مقرر نهٔ وی۔ لکه متعه چې وی۔ دَ متعې پهٔ حرمت دَ اهلِ حق عالمانو اجماع ده۔ (۴) څلورم شرط کوم چې پهٔ نورو آیتونو کښې ذکر شوے دے دا دے چې پهٔ پټه یارانه نهٔ وی۔ کم از کم دَ ایجاب و قبول پهٔ وخت دوه ګواهان حاضرېدل ضروری دی۔ دَ ګواهانو نه بغېر ځان ته دَ ایجاب و قبول څهٔ اعتبار نشته۔ داسې نکاح جائز نهٔ ده ، دَ هغې حکم دَ زنا دے۔
ف۴۷: یعنی دَ کومې ښځې سره چې نکاح وشوه بیا دَ هغې نه سړی څهٔ موده فائده واخسته۔ کم از کم یو ځل ېٔ کوروالې وکړو یا داسې ځائې کښې ځان ته بیل شو چې دَ کوروالی موقع ورته وه۔ نو پهٔ سړی باندې پوره مهر ورکؤل واجب شو۔ اوس ېٔ بغېر دَ ښځې دَ معاف کؤلو نه دَ خلاصی مخه نشته۔ البته کهٔ سړی دَ نکاح نه پس داسې وخت کښې طلاق ورکړو چې دَ یو ځل کوروالی موقع هم پهٔ لاس نهٔ وه ورغلے نو بیا به نیم مهر ورکوی۔ اؤ کهٔ پهٔ داسې وخت کښې دَ ښځې دَ طرف نه څهٔ داسې کار وشو چې نکاح ماته شوه نو هېڅ مهر پرې نشته۔
ف۴۸: یعنی کهٔ ښځه اؤ خاوند دواړه دَ مهر مقرر کؤلو نه پس پهٔ څهٔ خبره صلاح شو ، کهٔ ښځې څهٔ مهر کم کړو یا سړی ورته څهٔ نور زیات کړو نو پهٔ دې کښې څهٔ ګناه نشته خو چې دَ دواړو پهٔ صلاح رضا وی۔ پهٔ آخر کښې فرمائی چې الله تعالیٰ ستاسو پهٔ مصلحتونو اؤ فائدو ښهٔ خبر دے اؤ څهٔ حکم چې کوی ستاسو دَ فائدې دپاره کوی۔ دَ الله پهٔ تابعداریٔ کؤلو کښې هم ستاسو دَ دین اؤ دنیا دواړو فائده ده۔ اؤ پهٔ مخالفت کښې ېٔ تاوان دے۔
وَ مَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ مِنْكُمْ طَوْلًا اَنْ یَّنْكِحَ الْمُحْصَنٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ فَمِنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ فَتَیٰتِكُمُ الْمُؤْمِنٰتِ١ؕ وَ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِاِیْمَانِكُمْ١ؕ بَعْضُكُمْ مِّنْۢ بَعْضٍ١ۚ فَانْكِحُوْهُنَّ بِاِذْنِ اَهْلِهِنَّ وَ اٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ مُحْصَنٰتٍ غَیْرَ مُسٰفِحٰتٍ وَّ لَا مُتَّخِذٰتِ اَخْدَانٍ١ۚ فَاِذَاۤ اُحْصِنَّ فَاِنْ اَتَیْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَیْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَی الْمُحْصَنٰتِ مِنَ الْعَذَابِ١ؕ ذٰلِكَ لِمَنْ خَشِیَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ١ؕ وَ اَنْ تَصْبِرُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۲۵
اؤ څوک چې پهٔ تاسو کښې طاقت نهٔ لری چې پهٔ نکاح کړی مسلمانې آزادې ښځې۔ نو نکاح دې کړی هغه ښځې کومې چې ستاسو دَ لاسو مال دے۔ (یعنی) مسلمانانې وینځې۔ ف۴۹ اؤ الله ته ښهٔ معلومه ده ستاسو مسلمانی تاسو خپلو کښې یو ییٔ ف۵۰ نو دَ وینځو سره نکاح کویٔ دَ هغوی دَ مالکانو پهٔ خوښه اؤ هغوی ته خپل مهر ورکویٔ دَ دستور موافق ، چې پهٔ قبضه کښې راتلونکی وی نهٔ مستی کونکی اؤ نهٔ پټې یارانې کوی۔ ف۵۱ بیا چې دَ نکاح پهٔ قید کښې راشی۔ نو کهٔ بیا هم څهٔ دَ بې حیاییٔ کار وکړی۔ نو پهٔ هغوی باندې نیمه سزا ده ۔ دَ بیبیانو دَ سزا پهٔ انداز ۔ ف۵۲ دا حکم دَ هغه چا دپاره دے څوک چې ویریږی دَ تکلیف نه ، اؤ کهٔ صبر وکړیٔ نو بهتر دے ستاسو پهٔ حق کښې۔ اؤ الله بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۵۳
ف۴۹: یعنی چې دَ چا دومره طاقت نهٔ وی چې دَ بی بی سره نکاح وکړی۔ دَ بی بی مهر نهٔ شی پوره کؤلے یا ېٔ دَ خرڅ خوراک توفیق نهٔ وی نو هغهٔ ته پکار دی چې دَ یومسلمان ورور دَ وینځې سره نکاح وکړی ځکه چې دَ وینځې مهر هم کم وی اؤ خرڅ خوراک کښې به هم ورته آسانی وی۔ اکثر خو مالک وینځه دَ خپل ځان سره وساتی نو دَ نفقې نه به ېٔ هډو بې غمه وی اؤ کهٔ ورته ېٔ حواله کړی هم دَ وینځې دَ خرڅ مطالبې دَ بی بی نه کمې وی۔
فائده: څوک چې دَ بی بی سره دَ نکاح طاقت لری هغهٔ دپاره دَ وینځې سره نکاح دَ امام شافعیؒ پهٔ مذهب حرامه ده ۔ اؤ دَ امام اعظمؒ پهٔ مذهب مکروه تنزیهی ده۔ هم دغه شان دَ نورو امامانو پهٔ مذهب صرف دَ مسلمانې وینځې سره نکاح جائز ده ، دَ غېر مسلمې سره جائز نهٔ ده اؤ دَ امام اعظمؒ پهٔ مذهب دَ کتابئے وینځې سره هم جائز ده لکه چې دَ کتابئے آزادې سره څنګه جائز ده۔ البته بهتره دا ده چې مسلمانه وی۔ البته کهٔ دَ یو سړی پهٔ نکاح کښې یوه بی بی وی (آزاده ښځه) نو دَ هغې دپاسه ورته دَ بلې وینځې سره نکاح دَ ټولو امامانو پهٔ مذهب حرامه ده۔
ف۵۰: یعنی الله تعالیٰ ته ستاسو دَ ټولو دَ ایمان حقیقت معلوم دے۔ تاسو ته صرف پهٔ ظاهری حالت نظر پکار دے۔ کېدے شی چې یوه وینځه پهٔ دینداریٔ کښې دَ بی بی نه زیاته وی اؤ دَ الله سره خو لویٔ پهٔ نسب نهٔ ده پهٔ تقوٰی اؤ ایمان ده۔ بیا دا چې ټول مسلمانان یو وروڼه ییٔ۔ دَ یو بابا آدمؑ اولاد ییٔ ، پهٔ یو دین کښې شریک ییٔ نو بیا دَ مسلمانې وینځې سره نکاح ته ولې پهٔ سپک نظر ګوریٔ۔ دَ دې آیت نه مطلب دَ وینځو دَ حالت ښهٔ کؤلو طرف ته توجه ورکؤل اؤ دَ هغوی نه نفرت لرې کؤل دی۔
ف۵۱: یعنی هر کله چې تاسو ټول یو ییٔ اؤ دَ وینځې سره نکاح کښې څهٔ شرم نشته نو تاسو ښهٔ دَ مالکانو پهٔ صلاح دَ هغوی دَ وینځو سره دَ عام دستور موافق نکاح تړیٔ۔ اؤ دَ هغوی مهر پهٔ خوښه ورکویٔ اؤ پټې یارانې مهٔ کویٔ۔ کهٔ دغه وینځې تاسو سره پهٔ خوشیٔ دَ نکاح قید قبلؤلو ته راضی وی۔ اؤ مستی کؤنکی اؤ پټې یارانې کونکی نهٔ وی۔ یعنی پاکې وی ، بدکاری نهٔ کوی۔ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ نکاح دپاره ګواهان ضروری دی۔
ف۵۲: یو آزاد مسلمان سړے یا ښځه کهٔ وادهٔ کړی وی اؤ زنا وکړی نو دَ هغوی دا سزا ده چې پهٔ کاڼیو به سنګسارؤلے شی اؤ کهٔ ځلمی وی۔ وادهٔ کړی نهٔ وی نو سل(۱۰۰) دُرې به وهلې شی۔ اؤ دَ غلام یا وینځې سزا صرف پنځوس دُرې دی ، وادهٔ کړی وی اؤ کهٔ ځلمی وی۔
ف۵۳: یعنی دَ وینځې سره دَ نکاح اجازت هغه چا دپاره دے چې دَ بی بی سره دَ نکاح ېٔ وس نهٔ رسی اؤ صبر هم نهٔ شی کؤلے۔ دا ویره وی ورسره چې چرته پهٔ غم به اخته شی۔ یعنی پهٔ زنا کښې به ګرفتار شی۔ اؤ کهٔ څوک دومره فبر وکړی اؤ دَ وینځې سره نکاح نه ځان وساتی چې الله تعالیٰ ورته دَ آزادې سره دَ نکاح توفیق ورکړی نو دا دَ هغهٔ پهٔ حق کښې بهتره ده۔ ځکه چې اولاد به ېٔ هم آزاد وی اؤ کهٔ څوک صبر نهٔ شی کؤلے نو دَ هغهٔ دپاره دَ وینځې سره نکاح بهتره ده۔ دَ ګناه اؤ دَ سزا نه به خلاص شی۔
یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُبَیِّنَ لَكُمْ وَ یَهْدِیَكُمْ سُنَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَ یَتُوْبَ عَلَیْكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۲۶
الله غواړی چې بیان کړی تاسو ته اؤ روان کړی تاسو دَ مخکښینیو خلقو پهٔ لار باندې اؤ معاف کړی تاسو۔ اؤ الله خبردار دے دَ حکمت خاوند۔ ف۵۴
ف۵۴: یعنی دا کوم حکمونه چې بیان شو دَ دې نه دَ الله تعالیٰ مقصد دا دے چې تاسو ته حلال اؤ حرام څرګند شی اؤ تاسو هم دَ مخکښینیو پېغمبرانو پهٔ صحیح لار روان شیٔ اؤ الله ستاسو پهٔ فائده اؤ نقصان ښهٔ خبر دے اؤ هغه دَ لوئے حکمت خاوند دے۔ دَ هغهٔ پهٔ کار کښې حکمت اؤ مصلحت وی۔ نو څوک چې پهٔ دې احکامو عمل وکړی هغه به دَ الله تعالیٰ دَ رحمت اؤ مغفرت حقدار شی اؤ څوک چې نافرمانی وکړی نو دَ رحمت نه به محروم شی اؤ ګمراه به شی۔
فائده: اول دَ زنا اؤ لواطت حرمت بیان شو چې دَ دې نه ځان وساتیٔ۔ بیا دَ ښځو متعلق ځنی احکام بیان شو چې دَ چا سره نکاح حرامه ده اؤ دَ چا سره جائز ده۔ بیا دَ نکاح قیدونه اؤ شرطونه اؤ دَ مهر ورکؤلو ضرورت بیان شو اؤ دَ بدکاریٔ نه دَ بچ کېدو حکم وشو۔ پهٔ دې ټولو حکمونو دَ هغه وخت دَ معاشرې پهٔ وجه عمل کؤل خلقو ته ډېر ګران وو۔ ځکه پهٔ راتلونکی دوؤ آیتونو کښې دَ دې احکامو دَ پابندیٔ سخت تاکید شوے دے اؤ دَ دې دَ مخالفت نه منع شوے ده۔ والله اعلم
وَ اللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْكُمْ١۫ وَ یُرِیْدُ الَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الشَّهَوٰتِ اَنْ تَمِیْلُوْا مَیْلًا عَظِیْمًا۝۲۷
اؤ الله غواړی چې تاسو ته توجه وکړی اؤ غواړی هغه خلق چې دَ خپلو خوهشاتو تابعدار دی۔ چې واپس شیٔ تاسو دَ لارې نه ډېر لرې ف۵۵
ف۵۵: الله تعالیٰ چې تاسو باندې دا پابندیٔ ولګؤلې نو دا هم ستاسو دَ فائدې دپاره چې تاسو پاک ژوند تېر کړیٔ اؤ دَ الله دَ رحمت حقدار شیٔ۔ اؤ نفس پرست خلق دا غواړی چې تاسو هم دَ هغوی پهٔ شان نفس پرسته اؤ دَ خپلو غلطو خواهشاتو تابع شیٔ ، اؤ دَ حقې لارې اؤ دَ الله دَ رحمت نه لرې وځیٔ۔ نو اوس تاسو ښهٔ پهٔ فکر سره قدم اخلیٔ چې چرته ګمراه نهٔ شیٔ۔
یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّخَفِّفَ عَنْكُمْ١ۚ وَ خُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفًا۝۲۸
الله تعالیٰ غواړی چې ستاسو نه بوج سپک کړی۔ اؤ انسان پیدا شوے دے کمزورے۔ ف۵۶
ف۵۶: یعنی انسان پیدائشی کمزورے دے ، الله تعالیٰ ته ښهٔ معلومه ده چې بنیادم دَ خپلو خواهشاتو نه څومره پورې صبر کؤلے شی۔ ځکه ېٔ پهٔ هر حکم کښې دَ آسانتیا خیال ساتلے دے۔ مثلًا دَ ښځو نه بالکل صبرېدل بنیادم ته ګران وو نو الله تعالیٰ ورته دَ ضرورت پوره کؤلو جائزې لارې وښودلې۔ اؤ بالکل ېٔ دَ ښځو دَ نژدو کېدو نه منع نهٔ کړل۔ پهٔ شریعت کښې داسې سخته پابندې نشته چې بنیادم حلال پرېږدی اؤ خامخا حرامو باندې مجبور شی نو دَ دې آیت خلاصه دا شوه چې دَ ښځو پهٔ باره کښې چې کومې پابندیٔ پهٔ تاسو یٔښوې شوے دی دا دومره ګرانې نهٔ دی چې تاسو ېٔ پوره کؤلے نهٔ شیٔ۔ پهٔ دې کښې ستاسو دَ طبعی کمزورتیا پوره خیال ساتلې شوے دے۔ نو دَ دې پابندی ستاسو دپاره ضروری ده اؤ پهٔ دې کښې هم ستاسو فائده ده۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِّنْكُمْ١۫ وَ لَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا۝۲۹
اے ایماندارو مهٔ خوریٔ تاسو دَ یو بل مالونه خپلو کښې پهٔ ناحقه۔ مګر دا چې کاروبار وی خپلو کښې پهٔ رضا باندې ف۵۷ اؤ خونریزی مهٔ کویٔ خپلو کښې۔ بې شکه الله پهٔ تاسو مهربانه دے ۔ ف۵۸
ف۵۷: مطلب دا چې دَ چا مال پهٔ نا حقه خوړل لکه دَ دروغو دعویٰ ، دوکه ، غلا ، زبردستی هرګز جائز نهٔ ده۔ البته کهٔ پهٔ خپله رضا دَ تجارت کاروبار اؤ پهٔ هغې کښې یو کس دَ بل نه جائز منافع واخلی نو دا مال حلال دے۔
ف۵۸: یعنی خپلو کښې ناحقه دَ یو بل مال هم مهٔ خوریٔ اؤ مرګونه هم مهٔ کویٔ۔ بې شکه الله تعالیٰ پهٔ تاسو مهربان دے۔ تاسو ته داسې احکام را استوی چې هغې کښې سراسر ستاسو فائده ده۔
وَ مَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ عُدْوَانًا وَّ ظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِیْهِ نَارًا١ؕ وَ كَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا۝۳۰
اؤ څوک چې داسې کار کوی پهٔ زیاتی اؤ ظلم نو مونږ به هغه دَ دوزخ اور کښې واچؤو اؤ دا کار الله ته آسان دے۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی کهٔ څوک نهٔ منع کیږی اؤ پهٔ ناحقه دَ بل مال خوری یا قتل کوی نو دَ هغهٔ ځائې دوزخ دے اؤ داسې ظالمان پهٔ اور کښې اچؤل الله تعالیٰ ته هېڅ ګران نهٔ دی۔
اِنْ تَجْتَنِبُوْا كَبَآىِٕرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَ نُدْخِلْكُمْ مُّدْخَلًا كَرِیْمًا۝۳۱
کهٔ تاسو ځان بچ کویٔ دَ غټو ګناهونو نه نو معاف به کړو مونږ ستاسو واړهٔ ګناهونه اؤ داخل به مو کړو دَ عزت ځائې ته ۔ ف۶۰
ف۶۰: پهٔ مخکښې آیت کښې وئیلی شوی وو ”چا چې پهٔ ظلم دَ بل مال وخوړو یا ېٔ بې ګناه قتل وکړو نو دَ هغهٔ سزا جهنم دے۔“ دې نه معلومه شوه چې دَ الله دَ حکم نافرمانی دَ عذاب سبب دے اوس پهٔ دې آیت کښې دَ نافرمانیٔ نه دَ بچ کېدو ترغیب دے اؤ څوک چې ځان بچ کړی دَ هغوی دپاره دَ بخښنې اؤ جنت وعده ده۔ چې پهٔ دې طمع دَ ګناهونو نه ځان بچ کړی ، نو فرمائی چې چا دَ غټې ګناه (مثلًا غلا ، جواری ، شراب ، زنا ، قتل وغېره) نه ځان بچ کړو۔ نو کهٔ څهٔ وړې وړې غلطیٔ ترېنه شوی وی هغه به ورته مونږ معاف کړو اؤ جنت ته به ېٔ واستؤو۔
پهٔ دې آیت کښې دیو څو خبرې بحث طلب دی:
معتزله فرقې اؤ دَ هغې نورو ملګریو دَ دې آیت نه دا مطلب اخستې وهٔ چې څوک دَ کبیره ګناه نه ځان بچ کړی یعنی پهٔ خپل عمر کښې یوه غټه ګناه هم ونهٔ کړی نو واړهٔ ګناهونه کهٔ ېٔ هر څومره کړی وی هغه به ورته ضرور معاف کیږی اؤ کهٔ دَ وړو ګناهونو سره ترېنه چرته غټه ګناه هم وشوه نو بیا ورته معافی نشته۔ دَ وړو لویو ټولو سزا به ضرور ورکؤلے شی اؤ اهلِ سنت وائی پهٔ دواړو حالتونو کښې الله تعالیٰ مختارِ مطلق دے بنده معاف کوی اؤ کهٔ سزا ورکوی۔
پهٔ الله تعالیٰ باندې وړومبنی حالت کښې معافی لازم کؤل اؤ پهٔ دویٔم شکل کښې ګرفت لازم کؤل دَ معتزلیانو کم عقلی اؤ غلط فهمی ده۔ دَ دې آیت دَ ظاهری الفاظو نه چې دَ معتزلیانو تائید کیږی دَ هغې مختلف جوابونه ورکړی شوی دی۔ چا وئیلی دی چې دلته دَ کبائرو نه مطلب اکبر الکبائر ، دَ ټولو نه غټه ګناه یعنی شرک دے۔ اؤ کبائر لفظ جمع ځکه راؤړې شوے چې دَ شرک مختلف قسمونه دی ، دَ ټولو نفی مراد ده (علامه عثمانی فرمائی) دلته بحث ډېر وږد شوے دے اؤ ډېرې غېر ضروری خبرې پکښې راځی مونږ هغه ټولې پرېږدو اؤ دَ احادیثو پهٔ رڼا کښې دَ آیت داسې تحقیقی مطلب بیانوو چې باطل خیالات پهٔ ځائې پاتې شی اؤ ټول ضمنی اعتراضونه خپله حل شی۔ دا خو څرګنده ده چې دا آیت اؤ دَ سورتِ نجم آیت اَلَّذِیۡنَ یَجۡتَنِبُوۡنَ کَبَائِرَ الۡاِثۡمِ وَ الۡفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمۡ (الاؔیة) دواړه یو شے دے۔ اؤ دَ دې آیت پهٔ تفسیر کښې دَ حضرت عبد الله بن عباسؓ ارشاد پهٔ بخاری شریف اؤ دَ صحیح احادیثو پهٔ نورو کتابونو کښې صفا موجود دے۔ هغه فرمائی :
مَا رَأَیَتُ شَیۡئًا اَشۡبَہَ بِاللَّمَمِ مِمَّا قَالَ اَبُوۡ ہُرَیۡرَۃ عَنِ النَّبِیِّ صَلَّی اللہُ عَلَیۡہِ وَسَلَّمَ اَنَّ اللہَ کَتَبَ عَلٰی بَنِیۡ اٰدَمَ حَظَّہٗ مِنَ الزِّنَا ادَرك ذٰلِكَ لَا مَحَالَۃَ فَزِنَی الۡعَیۡن النَّظَر وَزِنَی اللِّسَانِ الۡمَنۡطِق وَ النَّفۡس تمنٰی وَ تَشۡتَہِیۡ وَالۡفَرۡجُ یُصَدِّقُ ذٰلِكَ اَوْ یُکَذِّبُہٗ۔ انتہٰی ۔ حضرت عبد الله بن عباسؓ فرمائی پهٔ دې آیت کښې دَ لَمَمۡ ذکر چې راغې دَ کوم دَ معافیٔ چې الله تعالیٰ وعده کړے ده۔ دَ دې پهٔ معنٰی بیانؤلو کښې دَ ابو هریرهؓ دَ دې روایت نه بهتره خبره بله ماته نهٔ ده معلومه شوے۔ دَ ابو هریرهؓ دَ روایت خلاصه مطلب دا دے چې حضور اکرمﷺ فرمائی ” الله تعالیٰ چې دَ بنیادم پهٔ برخه دَ زنا کومه حصه مقرر کړے ده هغه به ضرور هغهٔ ته رسی۔ نو پهٔ زنا کښې دَ سترګو برخه کتل دی۔ دَ ژبې برخه هغه خبرې چې زنا ته پرې لار هواریږی دَ نفس برخه خواهش اؤ تمنا ده لېکن دَ زنا واقع کېدل یا نهٔ واقع کېدل دَ خاص اندام کار دے یعنی کهٔ خاص اندام هغه کار وکړو نو سترګې ، ژبه اؤ زړهٔ هم ورسره شریک شو اؤ کهٔ سره دَ ټولو اسبابو پوره کېدو بیا هم بنده دَ خدائې نه ویرېدو اؤ خاص اندام هغه کار ونهٔ کړو نو دَ زنا دا تمام وسائل به ورته الله تعالیٰ معاف کړی۔ دا نظر یا دا خبرې یا دا خواهش به پهٔ زنا کښې حساب نهٔ شی۔ ځکه چې دا کارونه خپله ګناه نهٔ ده ، خو دَ ګناه دپاره ذریعه ده نو پهٔ ګناه کښې حسابیږی۔ اوس چې اصل ګناه ونهٔ شوه نو دا کارونه پهٔ ګناه حسابؤل انصاف نهٔ دے۔ دَ دې مثال داسې شو لکه یو سړے دَ غلا پهٔ نیت جماعت ته روان وهٔ۔ هغهٔ ته الله پاک هدایت وکړو اؤ دَ غلا پهٔ ځائې ېٔ ټوله شپه جماعت کښې پهٔ عبادت تېره کړه۔ نو دغه قدمونه کوم چې ېٔ دَ غلا پهٔ نیت اخستی وو دَ ګناه اسباب وو خو اوس الله پاک دَ رحمت اسباب وګرځؤل۔ نو دَ دې حدیث نه ابنِ عباسؓ دا مطلب واخستو چې دَ لَمَمۡ نه هغه کارونه مراد دی کومو کښې چې خپله خو ېٔ څهٔ ګناه نشته خو دَ ګناه دَ کارونو دپاره وسیلې اؤ ذریعې دی۔ پهٔ دې وجه ګناهونو کښې وشمېرلے شوې نو مطلب دا شو چې مسلمان دَ غټې اؤ څرګندې ګناه نه ځان بچ کؤلے شی خو دَ لَمَمۡ نه نهٔ شی بچ کېدے لېکن کهٔ دَ اصل ګناه کؤلو نه مخکښې توبه ګار شی اؤ دَ ګناه نه ځان بچ کړی نو دغه ابتدائی کارونه به ورته الله تعالیٰ معاف کړی۔ هم دغه مطلب پهٔ دې آیت کښې هم دے۔ پهٔ دې دَ معتزلیانو اؤ نورو دغسې خلقو اعتراضونه خپله ختمیږی۔ دَ اجتناب (ځان بچ کؤلو) معنٰی به هم واضحه شی اؤ دَ ګناهونو معافی اؤ جنّت ته تلل به هم دَ عام قانون موافق شی۔ مطلب دا شو چې څوک دَ غټو ګناهونو نه ځان بچ کړی نو کهٔ دَ هغې دَ کؤلو دپاره ېٔ کوم واړهٔ ابتدائی کارونه کړی دی هغه به ورته الله تعالیٰ معاف کړی اؤ دَ اوشادِ خداوندی ”وَ اَمَّا مَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّہٖ وَنَہَی النَّفۡسَ عَنِ الۡہَوٰی فَاِنَّ الۡجَنَّۃَ ہِیَ الۡمَأْوٰی“ مطابق به پهٔ جنت کښې داخل شی۔ څوک چې الله تعالیٰ سره مخامخ کېدونه ویرېدو اؤ دَ نفس دَ خواهشاتو نه ېٔ ځان بچ کړو نو جنّت دَ هغه کسانو ځائې دے)
وَ لَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللّٰهُ بِهٖ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ١ؕ لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوْا١ؕ وَ لِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ١ؕ وَ سْـَٔلُوا اللّٰهَ مِنْ فَضْلِهٖ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا۝۳۲
اؤ تاسو هوس مهٔ کویٔ دَ هغه څیز چې لوئی درکړے ده الله پهٔ هغې کښې یو ته پهٔ بل باندې ف۶۱ دَ سړیو حصه ده پهٔ خپله ګټه کښې اؤ دَ ښځو حصه ده پهٔ خپله ګټه کښې وغواړیٔ دَ الله نه دَ هغهٔ فضل ، بې شکه الله ته هر څهٔ معلوم دی ف۶۲
ف۶۱: یعنی الله تعالیٰ چې یو کس ته پهٔ څهٔ خاص کار کښې پهٔ نورو کسانو فضیلت اؤ امتیاز ورکړے وی نو تاسو دَ هغې دَ هوس اؤ خواهش پهٔ وجه دَ هغه کس سره کینه اؤ حسد مهٔ کویٔ۔ دا هم دَ هغه بنده پهٔ حق کښې بې ځایه دست درازی ده اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ حکمتونو کښې دخل ورکؤل دی۔ بل دَ دې نه پهٔ خپلو کښې بې اتفاقی اؤ دښمنی پیدا کیږی (ځنې ښځو دَ حضور اکرمﷺ ته تپوس کړے وهٔ چې څهٔ وجه ده چې الله پاک پهٔ میراث کښې سړیو ته دَ ښځو نه دوچنده برخه مقرر کړے ده اؤ پهٔ احکامو کښې هم خطاب سړیو ته کیږی ، ښځو ته نهٔ کیږی۔ پهٔ دې آیت کښې دَ دغې سوال جواب دے۔
ف۶۲: یعنی سړیو اؤ ښځو دواړو دپاره دَ خپل عمل حصه مقرر ده۔ هر چا چې څنګه عمل وکړو دَ هغې پوره پوره اجر به ورکؤلے شی۔ پهٔ دې کښې دَ چا لحاظ نشته دَ هېچا سره به کمے زیاتے نهٔ کیږی۔ کهٔ دَ ښځو پهٔ اجر کښې څهٔ کمے وی نو بیا دَ شکایت موقع ده۔ دا بیله خبره ده چې الله تعالیٰ دَ خپل حکمت اؤ رحمت پهٔ تقاضا چا ته څهٔ خاص فضیلت اؤ لوئی ورکړی نو پهٔ دې کښې حرص اؤ بې ځایه شکایتونه مهٔ کویٔ۔ البته دَ الله تعالیٰ نه دَ زیاتی فضل طلب کؤلے شی۔ پهٔ دې طریقه چې پهٔ نیکو اعمالو کښې زیات کوشش وکړیٔ چې الله تعالیٰ درباندې زیات فضل وکړی۔ الله تعالیٰ چې پهٔ هر څهٔ عالم دے۔ دَ هر چا درجه اؤ دَ هغهٔ مرتبه ښهٔ پېژنی چې څنګه حقدار وی اؤ څهٔ دَ حکمت تقاضا وی هغه شان سلوک ورسره کوی۔ نو کهٔ چا ته څهٔ فضیلت ورکوی نو هم دَ څهٔ حکمت اؤ مصلحت پهٔ بنا باندې۔ تاسو کهٔ دَ خپلې کم علمیٔ پهٔ وجه پهٔ دې مصلحت نهٔ پوهېږیٔ نو هسې دخل پکښې مهٔ کویٔ۔
وَ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِیَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَ الْاَقْرَبُوْنَ١ؕ وَ الَّذِیْنَ عَقَدَتْ اَیْمَانُكُمْ فَاٰتُوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا۠۝۳۳
اؤ دَ هر چا دپاره مونږ مقرر کړے دے وارث پهٔ هغه مال کښې چې پاتې ېٔ شو دَ مور پلار اؤ خپلو خپلوانو ، اؤ دَ چا سره چې ستاسو معاهده شوی وی نو هغوی ته ورکړیٔ خپله نصیبه ، بې شکه الله ته هر څهٔ مخامخ دی۔ ف۶۳
ف۶۳: یعنی سړے وی کهٔ ښځه دَ هر یو دپاره مونږ حصه مقرر کړے ده۔ پهٔ هغه مال کښې چې دَ مور پلار یا خپلوانو نه ېٔ پاتې شی څوک مو محروم نهٔ دی پرېٔښی۔ الله تعالیٰ پوره عالم دے اؤ هغه ښهٔ پوهیږی چې چا ته څومره حصه پکار ده هغه شان ېٔ مقرر کړے ده۔ نو وارثانو ته هم خپله حصه ورکویٔ اؤ دَ چا سره چې ستاسو معاهده شوے ده هغهٔ ته هم خپله برخه ورکویٔ۔
فائده: دَ اسلام پهٔ ابتدا کښې اکثر خلق دَ کور نه یو یو مسلمان شوی وو۔ نوره کورنۍ به ېٔ کافران وو۔ نو دَ هجرت نه پس حضور اکرمﷺ دَ مهاجرینو اؤ انصارو ترمینځه دَ ورورولیٔ معاهده وکړه۔ دَ چا چې نور خپلوان مسلمانان نهٔ وو۔ نو دغه دَ معاهدې وروڼا به دَ یو بل وارثان وو۔ بیا چې رو رو نور خپلوان هم مسلمانان شو نو دا آیت نازل شو چې میراث خو دَ خپلوانو حق دے۔ دَ معاهدې وروڼا پهٔ میراث کښې حقدار نهٔ دی۔ البته دَ هغوی سره پهٔ ژوند کښې ښهٔ سلوک اؤ پهٔ مرګ دَ هغوی دپاره وصیت پکار دے۔
اَلرِّجَالُ قَوّٰمُوْنَ عَلَی النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللّٰهُ بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ وَّ بِمَاۤ اَنْفَقُوْا مِنْ اَمْوَالِهِمْ١ؕ فَالصّٰلِحٰتُ قٰنِتٰتٌ حٰفِظٰتٌ لِّلْغَیْبِ بِمَا حَفِظَ اللّٰهُ١ؕ وَ الّٰتِیْ تَخَافُوْنَ نُشُوْزَهُنَّ فَعِظُوْهُنَّ وَ اهْجُرُوْهُنَّ فِی الْمَضَاجِعِ وَ اضْرِبُوْهُنَّ١ۚ فَاِنْ اَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوْا عَلَیْهِنَّ سَبِیْلًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیًّا كَبِیْرًا۝۳۴
سړی حاکمان دی پهٔ ښځو باندې ، ځکه چې لوئی ورکړے ده الله یو ته پهٔ بل باندې اؤ ځکه چې خرچ کړی دی هغوی خپل مالونه، ف۶۴ نو کومې ښځې چې نیکانې دی هغه تابعدارې دی ، حفاظت کوی پهٔ شی ستا دَ الله پهٔ حفاظت سره ۔ ف۶۵ اؤ دَ کومو ښځو نه چې دَ بدخویٔ ویره وی ، نو هغوی ته نصیحت وکړیٔ ، اؤ پهٔ ودهٔ کېدو کښې ېٔ جدا کړیٔ اؤ وېٔ وهیٔ ف۶۶ بیا ستاسو خبره ومنی نو خامخا ورته دَ الزام لارې نهٔ لټویٔ ، بې شکه الله دَ ټولو دَ پاسه لوئے دے۔ ف۶۷
ف۶۴: پهٔ وړومبی آیتونو کښې بیان شوے وهٔ چې سړو اؤ ښځو ته خپل حق پوره پوره ورکړې شوے دے۔ اوس پهٔ دې آیت کښې دَ سړو فضیلت بیانیږی۔ اؤ دَ دواړو دَ مرتبې فرق ښیٔلے شی ، چې سړے دَ ښځې نه افضل دے نو دَ دې فرق پهٔ بنا کهٔ پهٔ احکامو کښې څهٔ فرق وی نو هغه دَ حکمت مطابق دے۔ پهٔ دې وجه دواړه پهٔ احکامو کښې برابر کېدے نهٔ شی۔ دَ ښځو دا خواهش بې ځایه دے۔ دَ دې آیت خلاصه دا ده چې الله تعالیٰ سړے پهٔ ښځه باندې حاکم اؤ نګران کړے دے۔ دَ هغې دوه وجې دی۔ یو خو دا چې سړی پهٔ جسمانی طاقت اؤ قوت کښې هم دَ ښځو نه زیات دی اؤ علم اؤ عمل کښې هم الله تعالیٰ فضیلت ورکړے دے۔ بله وجه دا ده چې سړی پهٔ ښځو باندې خپل مال لګوی۔ مهر ورکوی اؤ دَ هغوی دَ خرڅ خوراک اؤ دَ نورو ضروریاتو ذمه داری ټوله سړو پهٔ ځان اخستې ده۔ نو پکار ده چې ښځې دَ سړیو تابعداری کوی اؤ دَ هغوی حکم منی اؤ دَ هغوی سره دَ برابریٔ خیال پرېږدی۔
فائده: دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې یوې ښځې دَ سړی څهٔ نافرمانی وکړه نو سړی ورته یو څپېړه ورکړه۔ ښځې خپل پلار ته شکایت وکړو۔ پلار ېٔ لاړو حضور اکرمﷺ ته ېٔ حال بیان کړو۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل چې ښځه دې دَ سړی نه بدل واخلی اؤ دغه شان څپېړه دې هغهٔ ته هم ورکړی۔ پهٔ دې باندې دا آیت نازل شو۔ نو حضور اکرمﷺ وفرمائیل چې زما بل خیال وهٔ اؤ الله تعالیٰ بل حکم نازل کړو اؤ دَ الله تعالیٰ حکم بهتر دے۔
ف۶۵: یعنی کومې ښځې چې نیکانې وی هغه دَ سړیو تابعداری کوی اؤ دَ الله دَ حکم مطابق دَ سړیو پهٔ غېر حاضریٔ کښې هم دَ خپل نفس اؤ دَ خاوند دَ مال حفاظت کوی۔ اؤ پهٔ دې کښې هېڅ قسم خیانت نهٔ کوی۔
ف۶۶: یعنی کومه ښځه چې دَ خاوند نافرمانی کوی نو وړومبنیٔ درجه خو دا ده چې پهٔ نرمۍ ېٔ پوهه کړی اؤ نصیحت دې ورته وکړی کهٔ نهٔ منی نو بیا دې ترېنه ځان مرور کړی۔ اؤ جدا دې ترېنه ودهٔ کیږی۔ کهٔ پهٔ دې هم کار ونهٔ شو نو بیا دې ېٔ ووهی خو داسې نه چې هډوکی ورته مات کړی یا ېٔ زخمی کړی۔ دَ نافرمانیٔ هم مختلفې درجې دی۔ دَ هرې درجې موافق سزا ښودلې شوے ده۔ وهل ټکول آخری درجه ده۔ پهٔ معمولی خبره وهل مناسب نهٔ دی۔ البته کهٔ اختلاف غټ وی نو دَ وهلو اجازت شته خو پهٔ مناسب طریقې سره۔
ف۶۷: کهٔ پهٔ معمولی سزا ېٔ اطاعت قبول کړو ، دَ نافرمانیٔ نه منع شوه پهٔ دغه ځائې ېٔ پرېږدیٔ خبره نوره مهٔ زیاتویٔ اؤ خامخا پهٔ یو بل دَ الزام لګؤلو کوشش مهٔ کویٔ۔ دَ الله نه ویره وکړیٔ۔ سړے پهٔ ښځه حاکم دے ، زبردست دے۔ خو دَ سړی دپاسه هم یو زبردست حاکم شته دَ هغهٔ نه ویره پکار ده ، پهٔ بې ګناه زیاتې ښهٔ کار نهٔ دے۔
وَ اِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَیْنِهِمَا فَابْعَثُوْا حَكَمًا مِّنْ اَهْلِهٖ وَ حَكَمًا مِّنْ اَهْلِهَا١ۚ اِنْ یُّرِیْدَاۤ اِصْلَاحًا یُّوَفِّقِ اللّٰهُ بَیْنَهُمَا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا خَبِیْرًا۝۳۵
اؤ کهٔ تاسو ویرېږیٔ چې دوی به خپلو کښې ضد کوی ، نو ودرویٔ یو منصف دَ سړی دَ خپلوانو نه اؤ یو منصف دَ ښځې دَ خپلوانو نه ، ف۶۸ کهٔ دَ دوی دواړو دَ صلحې اراده وی نو الله به دَ دواړو ترمینځه سمے راولی ، بې شکه الله پوهیدونکے خبردار دے، ف۶۹
ف۶۸: یعنی اے مسلمانانو کهٔ تاسو پوهیږیٔ چې دَ دې سړی اؤ ښځې ترمینځه اوس ضد جوړ شوے دے اؤ خپلو کښې څهٔ فیصله نهٔ شی کؤلے نو یو مینځه ګړے دَ سړی دَ خپلوانو نه مقرر کړیٔ چې هغوی ورته خپل خپل بیان تیر کړی۔ خپلوان هسې هم اکثر دَ یو بل دَ حال نه خبر وی نو هغوی ته به پهٔ حال وئیلو کښې دواړه شرمیږی هم نه ، پوره پوره حال به ورته ووائی۔ نو هغوی به څهٔ فیصله وکړې شی اؤ دَ دواړو ترمینځه به روغه راولی۔
ف۶۹: یعنی کهٔ دواړه منصفان دَ روغې کوشش وکړی نو الله تعالیٰ به دَ دوی خواری پهٔ ځائې کړی اؤ دَ دواړو به جوړ راولی۔ بېشکه الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ خبر دے۔ هغهٔ ته دَ اختلاف اسباب هم معلوم دی اؤ لرې کؤل ېٔ ورته هم څهٔ ګران نهٔ دی۔
وَ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَ لَا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّ بِذِی الْقُرْبٰی وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰكِیْنِ وَ الْجَارِ ذِی الْقُرْبٰی وَ الْجَارِ الْجُنُبِ وَ الصَّاحِبِ بِالْجَنْۢبِ وَ ابْنِ السَّبِیْلِ١ۙ وَ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُوْرَاۙ۝۳۶
اؤ دَ الله عبادت کویٔ۔ اؤ شریک مهٔ جوړویٔ دَ هغهٔ سره هېڅوک ف۷۰ اؤ دَ مور پلار سره نیکی کویٔ اؤ دَ خپلوانو سره اؤ یتیمانو سره اؤ غریبانو سره اؤ دَ خپلوان ګاونډی سره اؤ نا آشنا ګاونډی سره اؤ خوا کښې کښېناستونکیو سره اؤ مسافر سره اؤ دَ خپل لاس دَ مال سره (غلام اؤ وینځې سره) بې شکه الله نهٔ خوښوی کبرجن اؤ لوئی کؤنکے۔ ف۷۱
ف۷۰: یعنی نیک کارونه اؤ عبادت خالص دَ الله دپاره اؤ دَ آخرت دَ ثواب پهٔ خاطر کویٔ۔ دَ ریا اؤ فخر دپاره مال لګؤل هم شرک دے اګرچې دَ کمې درجې دے۔
ف۷۱: دَ یتیمانو ، وارثانو ، ښځو اؤ سړیو دَ حقونو بیانؤلو نه پس اوس ارشاد دے چې دَ هر یو حق درجه پهٔ درجه اؤ دَ ضرورت مطابق ادا کؤل پکار دی۔ ټولو نه وړومبے حق دَ الله تعالیٰ دے۔ بیا دَ مور پلار اؤ ورپسې درجه پهٔ درجه دَ نورو خپلوانو اؤ حاجتمندو۔ دَ همسایه قریب اؤ غیر قریب نه مراد قربِ نسبی دے یا قربِ مکانی۔ پهٔ اوله معنٰی ېٔ مطلب دا شو چې رشته دار ګاونډی دَ غیر رشته دار ګاونډی نه زیات حقدار دے۔ اؤ پهٔ دویٔمه معنٰی ېٔ مطلب دا شو چې نژدے ګاونډی دَ لږ لرې ګاونډی نه زیات حقدار دے۔ اؤ خوا کښې ناست نه مطلب دَ سفر ملګری دی یا دَ یو کسب ملګری دی۔ اؤ دَ یو کار ملګری یا دَ یو مالک دوه مزدوران۔ استاد شاګرد اؤ پیر مرید هم دې کښې راځی۔ پهٔ مسافر کښې مېلمه اؤ غیر مېلمه مسافر دواړه شامل دی۔ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ کښې غلام ، وینځه اؤ دَ کور څاروی ټول شامل دی۔ پهٔ آخر کښې فرمائی چې دَ چا پهٔ دماغ کښې کبر اؤ نشه وی چې بل څوک دَ ځان سیال نهٔ ګڼی اؤ دَ چا حقونه نهٔ ادا کوی۔ دَ هغهٔ نه ځان ساتیٔ اؤ جدا ترېنه وسیٔ۔ داسې خلق دَ الله خوښ نهٔ دی۔
اِ۟لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَ یَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَ یَكْتُمُوْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ١ؕ وَ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًاۚ۝۳۷
هغه کسان چې شومتیا کوی اؤ خلقو ته هم دَ شومتیا چل ښئی اؤ پټوی هغه څهٔ چې دوی ته الله پهٔ خپل فضل ورکړی دی ، نو تیار ساتلے دے مونږ دَ کافرانو دپاره ذلیل کوونکے عذاب ف۷۲
ف۷۲: دَ الله تعالیٰ خودسره اؤ کبرژن خوښ نهٔ دی چې دَ چا حقونه نهٔ ادا کوی۔ خپله هم بخل کوی پهٔ مال کښې هم اؤ پهٔ علم کښې هم اؤ پهٔ خپل عمل باندې نورو خلقو ته هم دَ بخل چل ښئی۔ داسې خلقو دپاره دَ ذلّت عذاب تیار پروت دے۔ دا آیتونه دَ یهودو پهٔ حق کښې نازل شوی دی چې هغوی پهٔ خپله هم دَ الله پهٔ لار کښې مال نهٔ لګؤلو اؤ مسلمانان به ېٔ هم منع کؤل اؤ پهٔ تورات کښې چې نبی آخرالزمان دَ پیژندګلیٔ اؤ دَ هغهٔ دَ تابعداریٔ کوم چې آیتونه وو هغه به ېٔ دَ عوامو نه پټؤل چې دوی ایمان رانهٔ وړی۔ نو مسلمانان دَ داسې خلقو سره تعلق ساتلو نه منع شوی دی۔
وَ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ رِئَآءَ النَّاسِ وَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ لَا بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ؕ وَ مَنْ یَّكُنِ الشَّیْطٰنُ لَهٗ قَرِیْنًا فَسَآءَ قَرِیْنًا۝۳۸
اؤ هغه کسان چې لګوی خپل مالونه خلقو ته دَ ښودنې دپاره اؤ ایمان نهٔ راؤړی پهٔ الله باندې اؤ نهٔ دَ قیامت پهٔ ورځ باندې ، اؤ دَ چا چې شیطان ملګرے شو نو دا ډېر ناکاره ملګرے دے ، ف۷۳
ف۷۳: هغه خود سره کبرژن هغه کسان دی چې خپل مال دَ الله پهٔ لار کښې خو نهٔ خرچ کوی۔ لېکن خلقو ته ښودنې دپاره اؤ دَ ځان لوئے ثابتؤلو دپاره ېٔ ښهٔ فراخ خرڅ کوی۔ دَ دوی پهٔ الله ، رسولﷺ اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ ایمان نشته۔ ځکه دَ الله دَ رضا دپاره خرڅ ورته ګران دے اؤ دَ دنیا دَ فائدې دپاره ېٔ لګوی۔ دَ دوی ملګرے شیطان دے هغه ورته دا چلونه ښئی۔
وَ مَا ذَا عَلَیْهِمْ لَوْ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ اَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللّٰهُ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ بِهِمْ عَلِیْمًا۝۳۹
اؤ دَ هغوی څهٔ تاوان کېدو چې ایمان ېٔ راؤړے وې پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ خرچ کړے ېٔ وې دَ هغه مال نه چې ورکړے دے دوی ته الله ، اؤ الله دَ دوی پهٔ حال ښهٔ خبر دے۔ ف۷۴
ف۷۴: یعنی دَ کافرو پهٔ دې کښې څهٔ تاوان وهٔ کهٔ پهٔ الله ، رسولﷺ اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ېٔ ایمان راؤړے وې اؤ کوم مال چې ېٔ دَ ریا دپاره لګؤلو ، دا ېٔ دَ الله دَ رضا دپاره لګؤلے وې نو پهٔ دې کښې ورته فائده وه۔ پهٔ آخرت کښې به ورته دَ دې بدل ورکړې شوے وهٔ۔ اوس خو تاوانیان شو چې دا مال ېٔ برباد لاړو پهٔ آخرت کښې بدل خو ځکه نشته چې عذاب ورته تیار دے۔ الله تعالیٰ دَ ټولو پهٔ نیتونو خبر دے۔ چې مال پهٔ څهٔ نیت لګوی هغه شان اجر به ورکوی۔ پهٔ وړومبنی آیت کښې فرمائیلی شوی وو یُنْفِقُوۡنَ اَمۡوَالَہُمۡ اؤ پهٔ دویٔم آیت کښې دی یُنۡفِقُوۡنَ مِمَّا رَزَقَہُمُ اللہُ۔ دې کښې دې طرف ته اشاره ده چې دا خلق دا مال خپل ګڼی نو پهٔ خپله خوښه ېٔ لګوی کهٔ دَ الله مال ېٔ ګڼلې نو دَ هغهٔ دَ رضا دپاره به ېٔ دَ هغهٔ دَ حکم موافق لګؤلو۔
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ١ۚ وَ اِنْ تَكُ حَسَنَةً یُّضٰعِفْهَا وَ یُؤْتِ مِنْ لَّدُنْهُ اَجْرًا عَظِیْمًا۝۴۰
بې شکه الله دَ چا حق نهٔ نیسی یوه ذرّه برابر ، اؤ کهٔ نیکی وی نو هغه خو دوچند کوی اؤ ورکوی دَ خپل طرف نه ډېر لوئے ثواب ، ف۷۵
ف۷۵: یعنی الله تعالیٰ دَ چا یوه ذرّه حق نهٔ ضائع کوی۔ نو دې کافرو ته به چې کومه سزا ورکؤلے شی هغه به دَ دوی دَ عمل پوره پوره بدله وی اؤ دغه عین انصاف دے۔ سزا خو به پوره پوره ورکؤلے شی نهٔ دَ خپل عمل نه کمه اؤ نهٔ زیاته لېکن څوک چې یوه ذرّه نیک کار وکړی الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل ورته دَ هغې نه څو څو چنده زیات ثواب دَ خپل طرف نه ورکوی۔ دا دَ الله تعالیٰ رحم ، مهربانی اؤ عظیم احسان دے۔
فَكَیْفَ اِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍۭ بِشَهِیْدٍ وَّ جِئْنَا بِكَ عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ شَهِیْدًا٢ؕؐ۝۴۱
نو څهٔ حال به وی کله چې مونږ راؤبلو دَ هر یو اُمت نه یو حال ویونکے اؤ راوبلو تا پهٔ دې ټولو دپاسه حال ویونکے، ف۷۶
ف۷۶: یعنی دَ دې کافرانو به څهٔ حال وی پهٔ کومه ورځ چې مونږ دَ هر یو اُمت اؤ هر قوم نه ګواهان را وبلو چې دَ دې اُمت حال بیان کړی۔ دَ دې نه مراد دَ هر اُمت خپل نبی دے اؤ دَ هر اُمت نیکان خلق چې هغوی به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ نافرمانو پوره پوره حال بیانوی اؤ اے محمّدﷺ تا به هم را وبلو چې دَ نورو نبیانو پهٔ شان دَ خپل اُمت دَ نیکانو اؤ نافرمانو پوره پوره حال بیان کړې۔ اؤ کېدے شی چې دَ ہٰۤؤُلَاۤءِ اشاره دې ګوهانو یعنی مخکښینیو نبیانو طرف ته وی۔ یعنی حضور اکرمﷺ به دَ مخکښینیو بنیانو پهٔ صداقت باندې ګوهی کوی۔ اؤ دَ هغوی اُمتونه به انکار کوی۔ اؤ کېدے شی چې دا اشاره دَ دې اُمت کافرانو ته وی۔ یعنی څنګه چې نور نبیان دَ خپلو اُمتونو دَ نافرمانو حال بیانوی دغه شان به حضور اکرمﷺ دَ دې کافرو پهٔ نافرمانئ ګواهی ورکړی۔ نو هغه وخت به دَ دوی سره دَ انکار څهٔ ذریعه نهٔ وی۔ ګناه به ېٔ ثابته شی اؤ عذاب به ېٔ یقینی شی۔
یَوْمَىِٕذٍ یَّوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ عَصَوُا الرَّسُوْلَ لَوْ تُسَوّٰی بِهِمُ الْاَرْضُ١ؕ وَ لَا یَكْتُمُوْنَ اللّٰهَ حَدِیْثًا۠۝۴۲
پهٔ هغه ورځ به ارمان کوی هغه کسان چې کافر شوی وو اؤ دَ رسولﷺ نافرمانی ېٔ کړے وه ، کاش کهٔ هواره کړې شوے وې پهٔ دوی باندې زمکه اؤ پټه به نهٔ کړې شی دَ الله نه هېڅ خبره ف۷۷
ف۷۷: پهٔ دغه ورځ چې نبیان دَ کافرو پهٔ نافرمانیٔ ګواهی ورکړی۔ نو دوی به بیا ډېر ارمان کوی۔ وائی به چې ډېر ارمان دے کهٔ مونږ دَ خاورو سره خاورې شوے وې ، دوباره ژوندی شوے نهٔ وې نو دا حساب کتاب خو به راسره نهٔ کېدو۔ دَ دې غمه به خلاص وو۔ پهٔ دغه ورځ به ورسره دَ ذرّې ذرّې حساب کیږی۔ اؤ دغه خلق به دَ الله تعالیٰ نه یو معمولی غوندې خبره هم نهٔ شی پټؤلے۔ پهٔ دې سورت کښې دَ اول سر نه مسلمانانو ته دَ خپلوانو دَ حقونو ، دَ وراثت ، دَ ښځې خاوند دَ حقونو پوره پوره ادا کؤلو ډېر تاکید شوے دے۔ اؤ دَ چا دَ حق لاندې کؤلو یا چا ته دَ بدن یا مال نقصان رسؤلو سخته منع شوے ده۔ اؤ دَ ګناهونو اؤ نافرمانیٔ دَ خرابو خبردارے ورکړې شوے دے اؤ بیا وَاعۡبُدُو اللہَ وَ لَا تُشۡرِکُوۡا بِہٖ شَیۡئًا دَ ارشاد نه پس دَ خپلوانو ، یتیمانو ، مسکینانو اؤ ګاونډیانو سره دَ احسان اؤ ښهٔ سلوک کؤلو هدایت شوے دے اؤ پهٔ دې ضمن کښې دَ بخل ، لوییٔ اؤ ریا غوندې ناکاره خویونو نه منع شوے ده ، چې دا عیبونه دَ بل چا حق ادا کؤلو اؤ چا سره احسان کؤلو کښې رکاوټ پیدا کوی۔ اؤ اکثر پهٔ مالدارو کښې اؤ بل سره احسان کؤنکیو کښې دا عیبونه پیدا کیږی هم۔ نو اوس دَ ټولو حکمونو پهٔ آخر کښې مسلمانانو ته خاص دَ نمانځه پهٔ حق کښې هدایت کیږی کوم چې پهٔ ټولو عبادتونو کښې اعلیٰ اؤ افضل دے اؤ پهٔ شریعت کښې ېٔ ډېر اهتمام شوے دے اؤ دَ هغې ارکان ، شرائط اؤ آداب ښهٔ پهٔ تفصیل سره ښیٔلی شوی دی۔ پهٔ شریعت کښې دَ بل یو عبادت هم دومره اهتمام نهٔ دے شوے۔ دلته دَ نمانځه متعلق دَ دوؤ خبرو حکم دے ، کومې چې دَ نمانځه متعلق کارونو کښې دَ ټولو نه اهم اؤ پهٔ نفس ډېرې ګرانې دی اؤ دَ نمانځه دَ ارکانو دَ صحت اؤ ښائست دپاره لکه دَ بدن اؤ روح دی۔ (۱) اول دا چې دَ نشې پهٔ حالت کښې نمانځه ته مهٔ ودرېږیٔ تردې چې نشه ختمه شی اؤ تاسو پهٔ خپلو خبرو پوهېږیٔ څهٔ چې واییٔ۔ اؤ دَ جنابت پهٔ حالت کښې هم (چې دَ غسل ضرورت وی ورته) نمونځ مهٔ کویٔ تر څو چې مو غسل نهٔ وی کړے۔ ځکه چې نمانځه کښې دا دوه خبرې ډېرې اهمې دی۔ دَ زړهٔ حضوع اؤ خشوع اؤ دَ بدن پاکی اؤ صفائی۔ اؤ دَ نمانځه پهٔه ټولو کارونو کښې دغه دواړه پهٔ نفس ګران هم دی۔ کهٔ نشه دَ حضوع اؤ خشوع خلاف ده نو جنابت دَ پاکیٔ اؤ صفاییٔ خلاف دے۔ بلکې پهٔ نشه هم لکه دَ خوب یا بې هوشیٔ اودس ماتیږی نو دا هم دَ پاکیٔ خلاف ده۔ نو مطلب دا شو چې دَ نمانځهٔ پوره اهتمام کویٔ اؤ دَ ټولو ظاهری اؤ باطنی کارونو خیال ېٔ ساتیٔ اګر کهٔ پهٔ نفس ګران وی۔ پهٔ دې خاص موقع دَ دې سخت تاکید دوه غټې فائدې معلومیږی۔
(۱)یو خو دا چې مخکښې ګڼ حکمونه دَ حقوقو اؤ معاملاتو اؤ جانی اؤ مالی عباداتو بیان شوے دی۔ اؤ دَ دې ټولو دَ ادا کؤلو سره دَ بخل ، ریا اؤ لوییٔ نه ځان ساتل پهٔ نفس ډېر ګران وو اؤ پهٔ زړونو کښې دَ شکونو پیدا کېدو موقع وه نو دَ دې مشکل علاج وښیٔلې شو چې کهٔ نمونځ دَ خپلو ظاهری اؤ باطنی شرایٔطو اؤ آدابو سره پهٔ صحیح طریقه ادا کویٔ نو دا نور ټول کارونه به درته آسان شی۔ دَ نمانځه دا خاصیت دے چې دَ دې پهٔ ذریعه دَ نورو عبادتونو سره مینه پیدا کیږی اؤ دَ ګناهونو نه ېٔ زړهٔ توریږی څنګه چې پهٔ ډېرو آیتونو اؤ حدیثونو کښې راغلی دی اؤ عالمانو ېٔ وضاحت کړے دے۔
(۲)بل دا چې دا دومره ډېر حکمونه چې واؤری نو کېدے شی چې یو ناراسته بنده خپل ځان مجبور وګڼی۔ همت بائیلی اؤ دا خیال وکړی چې دا دومره ډېر کارونه خو زهٔ نهٔ شم کؤلے۔ دَ دې بې همتیٔ اثر پهٔ نمانځه هم وشی چې ډېر شرطونه اؤ اداب ېٔ دی اؤ هر وخت دَ کؤلو کار دے ، ځکه دَ نمانځه خاص تاکید وشو۔ غرض دا چې څوک دَ نمانځه پوره پوره خیال وساتی هغهٔ ته پهٔ نورو ټولو حکمونو عمل کؤل آسان شی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْرَبُوا الصَّلٰوةَ وَ اَنْتُمْ سُكٰرٰی حَتّٰی تَعْلَمُوْا مَا تَقُوْلُوْنَ وَ لَا جُنُبًا اِلَّا عَابِرِیْ سَبِیْلٍ حَتّٰی تَغْتَسِلُوْا١ؕ وَ اِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَ اَیْدِیْكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُوْرًا۝۴۳
اے ایماندارو مهٔ نژدے کېږیٔ نمانځهٔ ته کله چې تاسو پهٔ نشه کښې ویٔ ، تر دې چې پهٔ خپلو خبرو پوهه شیٔ ، اؤ نهٔ پهٔ هغه وخت کښې چې تاسو ته دَ غسل ضرورت وی مګر پهٔ تلو تلو کښې تر دې چې غسل وکړیٔ ، ف۷۸ اؤ کهٔ تاسو ناجوړه ویٔ یا پهٔ سفر کښې ویٔ یا پهٔ تاسو کښې یو کس راغلے دے دَ حاجت نه یا تاسو نژدے شوے ویٔ ښځو ته ، بیا کهٔ تاسو ونهٔ موندې اوبهٔ (چې غسل یا اودس وکړیٔ) نو نیت وکړیٔ دَ پاکې زمکې بیا ومږیٔ پهٔ خپل مخ اؤ پهٔ لاسونو ، ف۷۹ بې شکه الله معاف کؤنکے بخښونکے دے۔ ف۸۰
ف۷۸: پهٔ وړومبنی آیت کښې مسلمانانو ته خطاب وهٔ ” وَاعۡبُدُو اللہَ وَ لَا تُشۡرِکُوۡا بِہٖ شَیۡئًا“ اؤ دَ دې پهٔ ضمن کښې دَ کافرانو اؤ اهلِ کتابو بد بیان شو چا چې دَ دې حکمونو خلاف کؤلو اوس بیا مسلمانانو ته دَ نمانځهٔ پهٔ حق کښې خاص هدایتونه ورکؤلے شی۔ دَ دې هدایتونو دَ مخکښینیو احکامو سره دا مناسبت دے چې مخکښې دَ کافرانو اؤ اهلِ کتابو دوه غټې بدیٔ بیان شوے وې۔ (۱) پهٔ الله ایمان نهٔ راؤړل اؤ (۲) خپل مالونه دَ خدائې پهٔ لار کښې نهٔ لګؤل۔ بلکې خلقو ته دَ ښیٔنے اؤ خپل عزت اؤ لوییٔ څرګندؤلو دپاره به ېٔ لګؤلو۔ ظاهره ده چې وړومبنیٔ بدی دَ علم کمې اؤ دَ جهالت دَ غلبې پهٔ وجه ده اؤ دویمه بدی دَ نفس خوشحالؤلو اؤ دَ خواهشاتو دَ تابعداریٔ پهٔ وجه ده۔ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ ګمراهیٔ دوه غټ سببوبه دی۔ یو جهل چې دَ حق اؤ باطل تمیز نهٔ شی کؤلے ، بل دَ نفس خواهش اؤ دَ شهوت غلبه چې سره دَ حق اؤ باطل پېژندو پهٔ حق عمل نهٔ شی کؤلے۔ ځکه چې دَ شهوت پهٔ وجه ملکی طاقت کمزورے کیږی اؤ بهیمی طاقت قوی کیږی۔ پهٔ دې وجه دَ ملائیکو نه لرې اؤ شیطان ته نژدے شی کوم چې دَ ډېرو خرابو جرړه اؤ بنیاد دے۔ نو اوس پهٔ دې وجه الله تعالیٰ اول دَ نشې پهٔ حالت کښې نمانځهٔ نه منع کړل چې دا دَ جهل حالت دے اؤ بیا ېٔ دَ جنابت پهٔ حالت کښې نمانځهٔ نه منع کړل چې دا حالت دَ ملائیکو نه دَ لرې والی اؤ شیطان سره دَ نژدے کېدو دے۔ پهٔ حدیث کښې راغلی دی۔ ”چرته چې جنبی وی هلته فرښتې نهٔ راځی۔ نو اوس دَ آیت مطلب دا شو چې اے ایماندارو تاسو ته دَ کفر خرابې اؤ دَ ریا بدی معلومه شوه اؤ دَ هغې دَ مقابل صفتونو پهٔ خوبیٔ خبر شویٔ نو اوس دَ نشې اؤ جنابت پهٔ حالت کښې دَ نمانځهٔ پهٔ بدیٔ هم ځان پوهه کړیٔ چې دَ دې منشا هم هغه ده کومه چې دَ کفر اؤ ریا ده نو دَ نشې پهٔ حالت کښې نمانځهٔ ته مهٔ ودرېږیٔ تر دې چې نشه کمه شی اؤ پهٔ خپلو خبرو پوهېږیٔ۔ اؤ مهٔ دَ جنابت پهٔ حالت کښې نمانځهٔ ته ودرېږیٔ تر دې چې ځان ښهٔ پاک کړیٔ۔ لېکن دَ سفر دَ حالت حکم مخکښې راځی۔
فائده: دا حکم پهٔ هغه وخت کښې وهٔ چې مسکرات (دَ نشې څیزونه لا نهٔ وو حرام شوی مګر دَ نشې پهٔ حالت کښې له نمونځ کؤلو نه ممانعت کړې شوے وهٔ۔ پهٔ روایتونو کښې راغلی دی چې : پهٔ یوه مسلمستیا کښې اصحابؓ راټول شوی وو اؤ شراب څښل پهٔ هغه وخت کښې لا نهٔ وو حرام شوی۔ نو ځکه دوی شراب څښلی وو۔ دلته دَ ماښام وخت راغې نو ټول هم پهٔ دغه حالت کښې نمانځهٔ باندې ودرېدل۔ امام دَ ”قُلْ یٰٓایُّہَا الْکٰفِرُوۡنَ“ پهٔ سورت کښې دَ ”لَآ اَعۡبُدُ مَا تَعۡبُدُوْنَ“ پهٔ ځائې دَ بې هوشیٔ پهٔ حالت کښې ”اَعۡبُدُ مَا تَعۡبُدُوۡنَ“ ولوستو ، چې پهٔ هغې سره دَ هغې معنٰی بیخی غلطه اؤ له حقیقته مخالفه شوه۔ نو پهٔ دې مناسبت دا آیت نازل شو۔ اوس کهٔ دَ خوب دَ زیاتوالی پهٔ وخت کښې یا دَ بیماریٔ پهٔ وجه څهٔ داسې حالت پیدا شی چې پهٔ خپلو خبرو نهٔ پوهیږی چې څهٔ وائی؟ نو پهٔ داسې حالت کښې دَ دهٔ نمونځ کؤل ناروا دی۔ اؤ هر کله چې دې پهٔ هوش کښې راغې نو ضرور دې دَ هغه فوت شوی نمونځ قضا راؤړی۔
ف۷۹: یعنی دَ جنابت پهٔ حالت کښې دې نمونځ نهٔ کوی ، تر څو چې ېٔ غسل نهٔ وی کړے۔ دا حکم هغه وخت دے کله چې څهٔ عذر نهٔ وی۔ کهٔ یو داسې عذر پېښ شی چې دَ اوبو استعمال ورته ممکن نهٔ وی اؤ معذور شی ترېنه اؤ دَ طهارت حصول ضروری وی نو پهٔ داسې وخت کښې تیمم وهل کافی دی۔ دَ اوبو دَ استعمال دَ معذورتیا ېٔ درے صورتونه۔
(۱)یوه ناروغتیا چې دَ اوبو استعمال ورته ضرر رسوی۔
(۲)دویٔم دا چې ورته وړاندې سفر وی اؤ دومره اوبهٔ ورسره وی چې یوازې خپل ګذاره ېٔ پرې کېدے شی اؤ کهٔ اودس پرې وکړی نو تنده به ورته ضرر ورسوی اؤ تر لرې به ورته اوبهٔ ملاؤ نهٔ شی۔
(۳)دریٔم دا چې اوبهٔ بیخی موجود نهٔ وی۔ دَ اوبو دَ نشتوالی پهٔ تقدیر دَ طهارت دَ ضرورت دوه صورتونه ښودلی دی۔
(۱) اول دا چې چا ته دَ قضائے حاجت نه پس دَ اودس ضرورت وی۔
(۲) دویٔم دا چې دَ ښځې سره ېٔ صحبت کړے وی اؤ دَ غسل ورته ضرورت وی۔
فائده: دَ تیمم صورت دا دے چې : پهٔ پاکه زمکه باندې دې دواړه لاسونه ووهی ، بیا دې پهٔ خپل ټول مخ باندې پهٔ ښهٔ شان سره مسحه کړی۔ بیا دې دواړه لاسونه پهٔ زمکه باندې ووهی اؤ تر څنګلو پورې دې دواړه لاسونه مسحه کړی۔ خاوره پاکه ده اؤ دَ ځنو څیزونو دپاره دَ اوبو پهٔ شان پاکؤنکے هم ده۔ مثلًا بُوټ ، توره ، چاړهٔ اؤ آئینه وغېره۔ اؤ کوم نجاست چې پهٔ زمکه باندې پرېوزی اؤ خاوره شی هغه هم پاکیږی۔ اؤ هم پهٔ مخ اؤ لاسونو باندې دَ خاؤرې دَ مښلو سره دَ تذلل اؤ عاجزیٔ مراتب پوره کیږی چې دَ ګناهونو نه دَ معافیٔ غوښتلو اعلٰی صورت دے۔ هر کله چې خاوره ظاهری اؤ باطنی دواړه قسمه نجاست لرې کوی نو ځکه ېٔ دَ عذر پهٔ وخت کښې دَ اوبو قائم مقام ګرځولے ده۔ دے نه علاوه دَ آسانیٔ اؤ سهولت له مخه چې هغې باندې دَ تیمم حکم مبنی دے ، دا ده چې دَ اوبو قائم مقام دې داسې څیز کړې شی چې زیات سهل الوصول وی۔ نو پهٔ زمکه کښې دا خاصیت څرګند دے ، ځکه چې خاوره هر ځائې کښې شته۔ معهٰذا خاوره دَ انسان اصل دے اؤ خپل اصل ته پهٔ رجوع کؤلو سره له ګناهونو اؤ خرابو نه نجات مومی۔ کافران به هم آرزو کوی چې مونږ به پهٔ څهٔ ډول سره بیا خاورې شو۔ لکه چې وړومبی آیت کښې مذکور دی۔
ف۸۰: یعنی الله تعالیٰ دَ ضرورت پهٔ وخت کښې دَ تیمم اجازت راکړے دے اؤ خاوره ېٔ دَ دې قائم مقام ګرځولے ده۔ ځکه چې هغه سهولت اؤ معافی ورکؤنکے اؤ دَ خطاګانو معاف کؤنکے ذات دے۔ اؤ دَ بندګانو نفع اؤ آسائش خوښوی چې دَ هغې نه دا هم معلومیږی چې پهٔ نمانځهٔ کښې چې دَ نشې پهٔ حالت کښې څهٔ چې لستے شوی دی هغه هم معاف کړې شو ، چې له هغې نه دا خلجان پاتې نهٔ شو چې آئینده خو به داسې حالت کښې نمونځ نهٔ کوی خو کومه غلطی چې مخکښې شوے ده شاید چې دَ هغې پهٔ نسبت مؤاخذه وشی۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یَشْتَرُوْنَ الضَّلٰلَةَ وَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ تَضِلُّوا السَّبِیْلَؕ۝۴۴
آیا تا نهٔ دی لیدلی هغه کسان چې ورکړې شوے ده څهٔ برخه دَ کتاب نه چې اخلی هغوی ګمراهی اؤ غواړی دا چې تاسو هم لار خطا کړیٔ۔
وَ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِاَعْدَآىِٕكُمْ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ وَلِیًّا١٘ۗ وَّ كَفٰی بِاللّٰهِ نَصِیْرًا۝۴۵
اؤ الله ښهٔ پیژنی ستاسو دښمنان اؤ کافی دے ستاسو الله ملګرے اؤ کافی دے ستاسو الله مددګار، ف۸۱
ف۸۱: پهٔ دې آیتونو کښې دَ یهودو قبائح اؤ دَ هغوی دَ مکر اؤ فریب بیان دے اؤ یهودیان پهٔ خپل ضلالت اؤ کفر باندې خبروی اؤ نور هم خبروی چې له هغوی نه ځان وساتیٔ۔ لَا تَقۡرَبُوا الصَّلٰوۃَ الاؔیة پورې دَ یهودیانو قبائح ذکر شوی دی۔ پهٔ مینځ کښې ېٔ پهٔ یو خاص مناسبت سره پهٔ نشه اؤ جنابت کښې لهٔ نمونځ کؤلو نه ممانعت فرمائیلې دے۔ بیا دَ یهودو دَ قبائحو بیان دے۔ یهودو ته دَ کتاب نه څهٔ حصه ملاؤ شوه یعنی دَ لوستو دپاره ورته الفاظ ملاؤ شو اؤ عمل کؤل کوم چې اصل مقصود وهٔ نهٔ دے ورکړې شوے۔ اؤ ګمراهی اخلی یعنی دَ پېغمبر آخر ازمانﷺ حالات اؤ اوصاف دَ دنیا دَ عزت اؤ رشوت دپاره پټوی اؤ قصدًا انکار کوی اؤ غواړی چې مسلمانان دې هم دَ دین نه واؤړی چې ګمراه شی۔ اؤ الله تعالیٰ ته اے مسلمانانو! داسې ښهٔ معلوم دی چې تاسو ته معلوم نهٔ دی ، نو دَ الله تعالیٰ پهٔ دې ارشاد باندې اطمعنان ولریٔ اؤ له دوی نه ځان وساتیٔ اؤ الله تعالیٰ تاسو ته دَ نفعې رسؤلو اؤ نقصان نه بچ کؤلو دپاره کافی دے۔ نو ځکه دَ دښمنانو نه داسې قسم ویره مهٔ کویٔ اؤ پهٔ دین باندې قائم وسیٔ۔
مِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ وَ یَقُوْلُوْنَ سَمِعْنَا وَ عَصَیْنَا وَ اسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ وَّ رَاعِنَا لَیًّۢا بِاَلْسِنَتِهِمْ وَ طَعْنًا فِی الدِّیْنِ١ؕ وَ لَوْ اَنَّهُمْ قَالُوْا سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا وَ اسْمَعْ وَ انْظُرْنَا لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَ اَقْوَمَ١ۙ وَ لٰكِنْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا۝۴۶
پهٔ یهودیانو کښې ځنی کسان اړوی خبره دَ خپلو ځایونو نه، ف۸۲ اؤ دوی وائی مونږ واورېده اؤ ومو نهٔ منله ، ف۸۳ اؤ دوی وائی چې واوره تهٔ وانهٔ ورې ف۸۴ اؤ دوی وائی راعنا ف۸۵ پهٔ اړؤلې ژبه اؤ پهٔ دین کښې عیب لګؤلو دپاره ، ف۸۶ اؤ کهٔ دوی وئیلے چې مونږ واورېده اؤ ومو منله اؤ (وئیلے ېٔ) چې واوره اؤ مونږ نظر وکړه نو دَ دوی پهٔ حق کښې به بهتره اؤ صحیح وه ، لېکن پهٔ لعنت کړی دی دوی الله دَ کفر پهٔ سبب، نو دوی ایمان نهٔ راؤړی مګر ډېر لږ ، ف۸۷
ف۸۲: پهٔ یهودیانو کښې داسې خلق هم دی چې هغوی تورات چې دَ الله تعالیٰ له خوا نازل شوے دے له خپله ځایه اړوی اؤ بدلوی ېٔ۔ یعنی لفظی اؤ معنوی تحریفونه پکښې کوی۔
ف۸۳: یعنی کله به چې رسول اللهﷺ یهودو ته حکم آورؤلو نو وئیل به ېٔ چې مونږ واؤرېدو مطلب دا شو چې قبول مو کړو لېکن ورو غوندې به ېٔ ووېٔ چې ومو نهٔ منلو۔ یعنی مونږ خو فقط پهٔ غوږونو واؤرېدو اؤ پهٔ زړهٔ مو نهٔ دے منلے۔
ف۸۴: یعنی کله چې یهود دَ حضور اکرمﷺ سره خطاب کوی نو وائی ”واؤره وا دې نهٔ ورؤلے شے“ یعنی داسې خبره کوی چې دَ هغې دوه معنٰی وی۔ یو دَ معنې پهٔ اعتبار سره۔ کهٔ دعا یا تعظیم وی نو چې دَ بلې معنې له مخه بد دعا اؤ تحقیر (سپکاوے) وشی۔ اګرچې دا کلام پهٔ ظاهره دَ خیر دعا ده۔ مطلب دا شو چې تهٔ دې همېشه غالب اؤ معزز وسے ، څوک دې تا ته خرابه اؤ خلاف خبره وانهٔ ورؤلے شی اؤ پهٔ زړهٔ کښې به ېٔ داسې نیت وکړو چې ” تهٔ دې کوڼ شے“۔ (العیاذ بالله)
ف۸۵: یهودیان چې به دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مجلس کښې ناست وو نو دَ هغوی دَ متوجه کؤلو دپاره به ېٔ هغوی ته وې رَاعِنَا۔ دَ دې لفظ هم دوه مطلبه کېدے شی ، یو ښهٔ چې دَ لفظ نه ظاهری معلومیږی اؤ یو خراب کوم چې به دَ یهودیانو مطلب وهٔ۔ دَ دې پوره تفصیل پهٔ سورتِ بقره کښې یو دغه شان آیت کښې تیر شوے دے۔ ښهٔ معنٰی خو ېٔ دا ده چې زمونږ لحاظ وکړه۔ زمونږ سره نرمی وکړه چې ستا پهٔ خبره ځان پوهه کړو اؤ چې څهٔ تپوس کوو چې بې خطره ېٔ کؤلے شو۔ اؤ خرابه معنٰی ېٔ دَ هغوی پهٔ ژبه کښې ده۔ دَ سپکاوی ټکے دے۔ بې وقوف ته وئیلے شی۔ اؤ کله به ېٔ ژبې ته زور ورکړو۔ دَ رَاعِنَا پهٔ ځائې به ېٔ غلې غوندې رَاعِیْنَا ووې۔ پهٔ داسې طریقه چې څوک راباندې پوه نهٔ شی دَ لَیًّا بِۢاَلۡسِنَتِہِمۡ مطلب هم دغه دے چې ټکے به ېٔ داسې ژولے غوندې ووې چې پته به ېٔ نهٔ لګېده۔ رَاعِیْ وائی شپونکی ته۔ یعنی تهٔ زمونږ شپونکے ېٔ۔ هغوی به دا دَ شرارت دپاره وې۔ ګنی شپونکے څهٔ دَ سپکاوی ټکے نهٔ دے۔ موسٰیؑ اؤ نورو ډېرو پېغمبرانو ګډې بیزې ساتلے وې۔
ف۸۶: یعنی یهودو به دا ټکې پهٔ داسې طریقه ووېٔ چې خرابې معنٰې ته به ېٔ دَ چا فکر نهٔ تلو اؤ دَ دوی به ترې خرابه معنٰی مراد وه۔ نو بیا به ېٔ وروستو خبرې کؤلےچې کهٔ دے رښتیا رسول وې نو زمونږ دَ زړهٔ پهٔ حال به خبر شوے وهٔ۔ نو الله تعالیٰ پهٔ دې آیت کښې دَ هغوی مکر څرګند کړو۔
ف۸۷: الله تعالیٰ دَ یهودو درے خراب قولونه څرګند کړل نو اوس پهٔ طور دَ نصیحت فرمائی کهٔ دوی دَ اِسْمَعۡ غَیۡرَ مُسْمَعٍ پهٔ ځائې صرف اِسْمَعۡ وئیلے وې اؤ دَ سَمَعۡنَا وَ عَصَیۡنَا پهٔ ځائې ېٔ سَمِعْنَا وَ اَطَعۡنَا وئیلے وې اؤ دَ رَاعِنَا په ځائې ېٔ اُنۡظُرْنَا وئیلے وې نو دوی ته پهٔ دې کښې څهٔ تاوان نهٔ وهٔ ، سمه خبره وه اؤ دوی ته پکښې فائده وه۔ خو دوی دَ خپل کفر پهٔ وجه الله تعالیٰ پهٔ لعنت کړی دی۔ دَ الله دَ رحمت اؤ هدایت نه لرې وتی دی۔ نو دَ دوی دَ خُلې نه سمه خبره نهٔ وځی اؤ دوی ایمان نهٔ راؤړی۔ مګر لږ غوندې کسان دَ خپلو نیکو اعمالو اؤ صحیح فطرت پهٔ وجه دَ لعنت نه بچ شوی دی اؤ ایمان ېٔ قبول کړو لکه عبد الله بن سلامؓ اؤ کعب احبارؓ اؤ دَ هغوی ملګری رضی الله عنهم و رضوا عنه۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اٰمِنُوْا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّطْمِسَ وُجُوْهًا فَنَرُدَّهَا عَلٰۤی اَدْبَارِهَاۤ اَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّاۤ اَصْحٰبَ السَّبْتِ١ؕ وَ كَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا۝۴۷
اے اهلِ کتابو ایمان راؤړیٔ پهٔ هغه کتاب چې نازل کړے دے مونږ چې تصدیق کوی دَ هغه کتاب چې تاسو سره دے مخکښې دَ دې نه چې مونږ چیت پیت کړو ډېر مخونه بیا واېٔ ړوو شا طرف ته یا ېٔ پهٔ لعنت کړو لکه چې مونږ پهٔ لعنت کړی دی دَ خالی دَ ورځې واله ، اؤ دَ الله حکم خو ضرور پوره کیږی۔ ف۸۸
ف۸۸: پهٔ مخکښینیو آیتونو کښې دَ یهودو دَ ګمراهیٔ دَ بیان نه پس اوس هغوی ته خطاب دے چې اے اهلِ کتابو پهٔ قرآن ایمان راؤړیٔ۔ دَ دې احکام دَ تورات دَ احکامو تصدیق کوی۔ اؤ پهٔ تورات خو تاسو ایمان راؤړے دے ، نو پهٔ دې ولې نهٔ راؤړیٔ۔
ایمان راؤړیٔ وړومبے دَ دې نه چې پهٔ تاسو عذاب نازل شی اؤ ستاسو شکلونه مسخ شی۔ مخونه مو سټ طرف ته وګرځؤلے شی یا درنه شادوګان جوړ شی لکه دَ هفتې (خالی) پهٔ ورځ دَ مهیانو ښکار کؤنکیو نه چې شادوګان جوړشوی وو۔ دا واقعه پهٔ سورتِ اعراف کښې پهٔ تفصیل سره راځی۔
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَ یَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ١ۚ وَ مَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدِ افْتَرٰۤی اِثْمًا عَظِیْمًا۝۴۸
بې شکه الله نهٔ بخښی هغه سړے چې دَ هغهٔ سره شریک جوړ کړی ، اؤ بخښی دَ دې نه کمه ګناه چا ته چې ېٔ خوښه وی ، اؤ چا چې شریک جوړ کړو دَ الله سره نو هغهٔ غټ تهمت وتړلو۔ ف۸۹
ف۸۹: یعنی مشرک هېچرې نهٔ معاف کیږی دَ شرک سزا همېشه دپاره دوزخ دے ، اؤ دَ شرک نه کمه ګناه وړه وی کهٔ غټه دَ بخښنې قابله ده۔ دَ الله تعالیٰ چې چا ته خوښه وی دَ هغوی واړهٔ ، لوئی ټول ګناهونه بخښی۔ څهٔ لږه سزا ورکړی یا ېٔ بې سزا معاف کړی۔ مطلب دا چې یهودیان پهٔ شرک اؤ کفر کښې مبتلا دی۔ دوی دې دَ بخشش طمع نهٔ کوی۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُزَكُّوْنَ اَنْفُسَهُمْ١ؕ بَلِ اللّٰهُ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ وَ لَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا۝۴۹
آیا تا ونهٔ لیدل هغه کسان چې خپل ځان ته ډېر پاکیزه وائی ، بلکې الله پاکیزه کوی څوک چې ېٔ خوښ وی اؤ پهٔ هغوی به دَ یو تار برابر ظلم نهٔ کیږی ، ف۹۰
ف۹۰: یهودیانو چې (عزیزؑ ته ېٔ ابن الله وې اؤ دَ سخی عبادت ېٔ کړے وهٔ) دا مخکښې آیت واورېدو چې اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ نو هغوی به وې مونږ خو مشرکان نه یو۔ مونږ خو اَبۡنَاءُ اللہِ اؤ اَحبّاء اللہ۔ دَ الله تعالیٰ دوستان اؤ دَ الله تعالیٰ نیک بندیان اؤ دَ پېغمبرانو اولاد یو۔ پېغمبری زمونږ میراث دے۔ دَ هغوی دَ دې خبرو پهٔ جواب کښې دا آیتونه نازل شول چې دوی هسې بې فائدې لګیا دی۔ پهٔ دې باندې دوی نهٔ پاکیږی چې دَ پېغمبرانو اولاد دے۔ خپل عمل ېٔ خراب دے۔ عقیدې ېٔ خرابې دی۔ دَ پلار نیکهٔ پهٔ نېکیٔ څوک نهٔ خلاصیږی۔ دَ خپل عمل سزا به پوره پوره ورکؤلے شی۔ دوی پهٔ الله باندې دروغ جوړوی۔ (چې عزیزؑ دَ الله ځوئے دے) اؤ دغه یوه ګناه ېٔ دَ سزا دپاره کافی ده۔ پېغمبری دَ چا میراث نهٔ دے۔ دا خو دَ الله تعالیٰ رضا ده چې دا لوئے منصب چا ته ورکوی۔
اُنْظُرْ كَیْفَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰه وَ كَفٰی بِهٖۤ اِثْمًا مُّبِیْنًا۠۝۵۰
وګوره څنګه تړی پهٔ الله تعالیٰ پورې دروغ ، اؤ کافی ده دغه څرګنده ګناه۔ ف۹۱
ف۹۱: دا څومره دَ تعجب خبره ده چې دَ کفر اؤ شرک اؤ الله باندې دروغ جوړؤلو نه پس هم ځان ته دَ الله تعالیٰ دوستان، پاک اؤ مقدس وائی۔ یوازې دغه جوړؤل ېٔ دَ سزا دپاره کافی دی۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُؤْمِنُوْنَ بِالْجِبْتِ وَ الطَّاغُوْتِ وَ یَقُوْلُوْنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا هٰۤؤُلَآءِ اَهْدٰی مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا سَبِیْلًا۝۵۱
آیا تا ونهٔ لیدل هغه کسان چې ورکړے شوے ده څهٔ حصه دَ کتاب چې ایمان راؤړی پهٔ بتانو اؤ پهٔ شیطان ، اؤ وائی کافرانو ته چې هم دغه خلق دَ مسلمانانو نه ډېر پهٔ صحیح لار روان دی۔ ف۹۲
ف۹۲: پهٔ دې آیت کښې دَ یهودیانو دَ یو بل خباثت اظهار دے۔ دَ یهودیانو چې دَ حضور اکرمﷺ سره حسد اؤ عداوت شو نو دَ مکّې معظمې دَ مشرکانو سره ېٔ راز باز جوړ کړو۔ دَ هغوی دَ خوشحالؤلو دپاره به ېٔ دَ هغوی دَ بتانو تعظیم کؤلو اؤ هغوی ته به ېٔ وې چې ستاسو دین دَ مسلمانانو نه بهتر دے۔ یهودیان زیات غصه پهٔ دې وجه وو چې پېغمبری خو زمونږ میراث وهٔ۔ دا منصب بل قوم ته ولې لاړو۔ پهٔ دې آیتونو کښې دَ هغوی دَ دغه شرارت بیان شوے دے۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ١ؕ وَ مَنْ یَّلْعَنِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ نَصِیْرًاؕ۝۵۲
دا هم دغه خلق دی چې پهٔ لعنت کړی دی الله ، اؤ څوک چې الله پهٔ لعنت کړی ، نو تهٔ به بیا نهٔ مومې دَ هغهٔ دپاره څوک مددګار ۔ ف۹۳
ف۹۳: یعنی یهودیان سره دَ دې چې دَ علم خاوندان دی اؤ ښهٔ پوهیږی چې مشرکان پهٔ غلطه دی۔ خو دَ دین حرص اؤ طمعې ېٔ سترګې ړندې کړے دی۔ دَ بتانو عبادت اؤ شرک ته دَ اسلام نه ښهٔ وائی۔ پهٔ دوی باندې دَ الله تعالیٰ لعنت دے۔ اؤ چا باندې چې الله لعنت ووې ، دَ هغهٔ پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې څوک امداد نهٔ شی کؤلے۔ دواړه ېٔ ځان له تباه کړل۔ دوی خو پهٔ دې طمع دی چې دَ مشرکانو پهٔ امداد به مونږ پهٔ مسلمانانو غلبه وکړو۔ دا طمع ېٔ برباد ده۔ پهٔ دنیا کښې به هم خوار اؤ ذلیل شی اؤ آخرت خو ېٔ خود خراب دے۔
اَمْ لَهُمْ نَصِیْبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَاِذًا لَّا یُؤْتُوْنَ النَّاسَ نَقِیْرًاۙ۝۵۳
آیا دَ دوی څهٔ حصه شته پهٔ بادشاهیٔ کښې ، بیا خو به دوی خلقو ته یوه کنځله هم ورنه کړی۔ ف۹۴
ف۹۴: دَ یهودو دا خیال وهٔ چې پېغمبری زمونږ میراث دے اؤ مونږ دَ علم اؤ دولت خاوندان یو۔ پېغمبری اؤ سرداری زمونږ سره جوړیږی۔ دَ عربو پهٔ پېغمبر باندې ایمان راؤړو باندې ورته ځان بد ښکارېدو اؤ دا به ېٔ وې چې زمونږ سره دَ الله تعالیٰ وعده ده۔ پېغمبری اؤ بادشاهی به آخر بیا مونږ ته راځی ، کهٔ څو ورځې بل چرته لاړه نو څهٔ حرج دے۔
دَ دې آیت مطلب دا دے چې بادشاهی څهٔ دَ دوی ټېکه نهٔ ده۔ دا خو داسې بخیل اؤ ذلیل قوم دے کهٔ بادشاهی پهٔ لاس ورغله نو بل چا ته به دَ یوې کونځلې برابر شے ورنهٔ کړی۔ پهٔ هر څهٔ به خېټه واچوی۔ داسې قوم بادشاهی نهٔ شی کؤلے۔
اَمْ یَحْسُدُوْنَ النَّاسَ عَلٰی مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ١ۚ فَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اٰلَ اِبْرٰهِیْمَ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ اٰتَیْنٰهُمْ مُّلْكًا عَظِیْمًا۝۵۴
کهٔ دوی حسد کوی دَ خلقو سره پهٔ دې باندې چې الله څهٔ ورکړی هغوی ته پهٔ خپل فضل نو مونږ خو ورکړے دے دَ ابراهیمؑ خاندان ته کتاب اؤ علم اؤ ورکړے مو دے دوی ته لوے سلطنت۔ ف۹۵
ف۹۵: یعنی زمونږ وعده خو دَ ابراهیمؑ دَ خاندان سره وه۔ نو اوس خو هم کتاب ، علم ، پېغمبری اؤ بادشاهی دَ ابراهیمؑ پهٔ خاندان کښې ده۔ چرته بل خوا خو نهٔ ده لاړه۔ دَ یو ځوی اولاد نه دَ بل ځوی۔ یعنی دَ اسحٰقؑ دَ اولاد نه لاړه دَ اسمٰعیلؑ اولاد ته ، نو دَ ابراهیمؑ دَ خاندان نه خو بهرته نهٔ ده وتې۔ بیا یهود ولې حسد کوی اؤ دَ حضور اکرمﷺ تابعداری ورته ولې بده ښکاری۔ حضور اکرمﷺ خو هم دَ ابراهیمؑ پهٔ اولاد کښې دے۔
فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ بِهٖ وَ مِنْهُمْ مَّنْ صَدَّ عَنْهُ١ؕ وَ كَفٰی بِجَهَنَّمَ سَعِیْرًا۝۵۵
نو بیا پهٔ دوی کښې ځنو کسانو هغه ومنلو اؤ ځنې ترېنه لرې ودرېدل ، اؤ کافی دے دَ دوزخ لمبې وهونکے اور ، ف۹۶
ف۹۶: یعنی دَ ابراهیمؑ خاندان ته الله تعالیٰ دَ همېشه راسې لوئی ورکړے ده۔ اوس هم پېغمبری پهٔ هغه خاندان کښې ده۔ نو څوک چې بلا وجه حسد کوی دَ هغوی دپاره دَ دوزخ اور کافی دے۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِیْهِمْ نَارًا١ؕ كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُوْدُهُمْ بَدَّلْنٰهُمْ جُلُوْدًا غَیْرَهَا لِیَذُوْقُوا الْعَذَابَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَزِیْزًا حَكِیْمًا۝۵۶
بې شکه کوم خلق چې منکر شول زمونږ دَ آیتونو نه هغوی به مونږ واچؤو په اور کښې ، ف۹۷ کله چې وسوزی دَ هغوی څرمنې نو بدلې به ېٔ کړو ورته پهٔ نورو څرمنو چې څکی عذاب ف۹۸ بې شکه الله زبردست دے دَ حکمت خاوند ، ف۹۹
ف۹۷: پهٔ مخکښینیو آیتونو کښې دَ یهودو ذکر وهٔ۔ اوس دَ مطلق کافر اؤ مؤمن۔ دَ سزا اؤ جزا حال بیانیږی چې ایمان ته رغبت اؤ دَ کفر نه خطره پیدا شی۔
ف۹۸: یعنی دَ کافرانو پهٔ عذاب کښې به کمې پهٔ هېڅ شان نهٔ راځی چې څرمن ېٔ پهٔ اور کښې سوزی ، نو بیا به ورباندې بله څرمن پیدا شی چې عذاب ېٔ تازه شی اؤ احساس ېٔ ختم نهٔ شی۔ همېشه به پهٔ تکلیف کښې مبتلا وی۔
ف۹۹: الله تعالیٰ زبردست دے ، پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ دَ کافرو دغه سزا دَ حکمت عین مطابق ده۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ لَهُمْ فِیْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ١٘ وَّ نُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِیْلًا۝۵۷
اؤ کومو کسانو چې ایمان راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی مونږ به ېٔ ضرور داخل کړو پهٔ داسې باغونو کښې چې بهیږی ترې لاندې ولې وسی دې پهٔ دې کښې همېشه ، دَ دوی دپاره پهٔ دې باغونو کښې پاکې ښځې دی ، اؤ مونږ داخل کړو هغوی پهٔ ګورو سوریو کښې، ف۱۰۰
ف۱۰۰: یعنی مؤمنان به پهٔ جنت کښې دَ نهرونو پهٔ غاړه دَ ګورو ونو سیوری ته ناست وی اؤ دَ هغوی سره به ډېرې ښائسته ښځې وی چې هغه به دَ جسمانی اؤ روحانی هر قسم عیب نه پاکې وی۔
اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تُؤَدُّوا الْاَمٰنٰتِ اِلٰۤی اَهْلِهَا١ۙ وَ اِذَا حَكَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ اَنْ تَحْكُمُوْا بِالْعَدْلِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ نِعِمَّا یَعِظُكُمْ بِهٖ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ سَمِیْعًۢا بَصِیْرًا۝۵۸
بې شکه الله حکم کوی تاسو ته چې ورسویٔ امانتونه خپلو خاوندانو ته اؤ کله چې فیصله کویٔ دَ خلقو تر مینځه نو فیصله کویٔ پهٔ انصاف ، ف۱۰۱ بې شکه الله بهتر نصیحت کوی تاسو ته ، بې شکه الله اورېدونکے لیدونکے دے۔ ف۱۰۲
ف۱۰۱: دَ یهودو دا عادت وهٔ چې پهٔ امانت کښې به ېٔ خیانت کؤلو اؤ دَ جګړو پهٔ فیصله کؤلو کښې به ېٔ مشرانو رشوت اخستو اؤ بل طرف ته به ېٔ پهٔ ناحقه فیصله کؤله۔ پهٔ دې آیت کښې مسلمانان دَ دې دواړو ناکاره کارونو نه منع شوی دی۔ یو روایت دے چې دَ فتح مکّې پهٔ ورځ چې حضور اکرمﷺ بیت الله شریف ته دَ ننوتو اراده وکړه نو دَ بیت الله شریف کنجی بردار عثمان بن طلحه کُنجی نهٔ ورکؤله۔ نو حضرت علیؓ ترېنه پهٔ زور واخسته۔ اؤ چې حضور اکرمﷺ بیا دَ بیت الله شریف نه بهرته راوتو نو خپل ترهٔ حضرت عباسؓ ورته درخواست وکړو چې دا کُنجی اوس ماته حواله کړه۔ پهٔ دې دا آیت نازل شو۔ نو حضور اکرمﷺ هغه کُنجی زوړ کنجی بردار عثمان بن طلحه ته بیا حواله کړه۔
ف۱۰۲: الله تعالیٰ چې تاسو ته دَ امانت داریٔ اؤ عدل حکم کوی نو پهٔ دې کښې سراسر ستاسو فائده ده۔ اؤ الله تعالیٰ ستاسو دَ پټو ، څرګندو ، تېرو اؤ راتلونکیو ټولو حالونو نه ښهٔ خبر دے ، نو تاسو ته کهٔ چرته پهٔ امانت رسؤلو کښې یا عدل کؤلو کښې نقصان ښکاری نو دَ الله دَ علم مقابله کښې دَ هغې څهٔ اعتبار دے؟
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَ اُولِی الْاَمْرِ مِنْكُمْ١ۚ فَاِنْ تَنَازَعْتُمْ فِیْ شَیْءٍ فَرُدُّوْهُ اِلَی اللّٰهِ وَ الرَّسُوْلِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ؕ ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّ اَحْسَنُ تَاْوِیْلًا۠۝۵۹
اے ایماندارو حکم منیٔ دَ الله اؤ حکم منیٔ دَ رسول اؤ دَ خپلو حاکمانو ف۱۰۳ بیا کهٔ ستاسو پهٔ څهٔ خبره خپلو کښې جګړه راغله ، نو هغه را استویٔ الله اؤ رسول ته کهٔ تاسو یقین لریٔ پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ف۱۰۴ دا خبره ښهٔ ده اؤ دَ دې انجام ډېر ښهٔ دے۔ ف۱۰۵
ف۱۰۳: پهٔ مخکښې آیت کښې حاکمانو ته دَ عدل حکم وشو۔ پهٔ دې آیت کښې عوامو ته دَ حاکمانو دَ اطاعت حکم دے۔ دې نه معلومه شوه چې دَ حاکم اطاعت تر هغه وخت واجب دے چې هغه پهٔ عدل اؤ انصاف چلیږی۔
فائده: دَ مسلمان حاکم۔ دَ اسلام دَ بادشاه ، قاضی ، ګورنر یا سر لښکر حکم تر هغه وخته منل ضروری دی تر څو چې هغوی دَ الله اؤ رسولﷺ دَ حکم خلاف نه چلیږی۔ کهٔ دَ شریعت دَ حکم خلاف حکم کوی نو هغه حکم منل نهٔ دی پکار۔
ف۱۰۴: یعنی کهٔ ستاسو اؤ ستاسو دَ حکمانو پهٔ څهٔ خبره کښې اختلاف راشی چې دا حکم دَ الله رسولﷺ دَ حکم خلاف دے کهٔ موافق۔ نو کهٔ تاسو مسلمانان ییٔ اؤ پهٔ الله ، رسولﷺ اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ایمان لریٔ نو خپل اختلاف دَ کتاب الله اؤ سنّتِ رسول اللهﷺ مطابق فیصله کړیٔ اؤ چې کومه خبره صحیح ثابته شی پهٔ هغې باندې پهٔ اتفاق سره عمل وکړیٔ۔ اؤ اختلافات ختم کړیٔ۔ دَ چا چې پهٔ الله ، رسولﷺ ایمان وی هغه به ضرور خپل اختلاف ختمؤلو کښې دَ الله رسولﷺ ته رجوع کوی اؤ دَ هغې دَ مخالفت نه به ویریږی۔ دې نه معلومه شوه چې څوک دَ الله تعالیٰ ، رسولﷺ دَ حکم مطابق فیصله نهٔ کوی هغه مسلمان نهٔ دے۔ نو اوس کهٔ دَ دوؤ کسو پهٔ څهٔ خبره کښې اختلاف وی۔ یو ورته ووائی چې راځه پهٔ شریعت فیصله وکړو ، بل ترېنه انکار وکړی نو هغهٔ ته بې شکه کافر وئیلی شو۔
ف۱۰۵: یعنی خپلو اختلافاتو کښې الله اؤ رسولﷺ ته رجوع کؤل ستاسو دپاره بهتر دی۔ دَ دې انجام ښهٔ دے۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یَزْعُمُوْنَ اَنَّهُمْ اٰمَنُوْا بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَ مَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّتَحَاكَمُوْۤا اِلَی الطَّاغُوْتِ وَ قَدْ اُمِرُوْۤا اَنْ یَّكْفُرُوْا بِهٖ١ؕ وَ یُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّضِلَّهُمْ ضَلٰلًۢا بَعِیْدًا۝۶۰
آیا تا نهٔ دی لیدلی هغه کسان چې دا دعوه کوی چې مونږ ایمان راؤړے پهٔ هغه څهٔ چې نازل شوی دی په تا باندې اؤ پهٔ هغه چې نازل شوی دی ستا نه مخکښې ، دوی غواړی چې معامله یوسی شیطان ته اؤ دوی ته حکم شوے دے چې دې دې نهٔ منی اؤ شیطان دا غواړی چې دوی پهٔ ګمراهیٔ کښې ډېر لرې ورغړوی ف۱۰۶
ف۱۰۶: یهود پهٔ خپلو جګړو فیصله کؤلو کښې دَ مخ مروت اؤ رشوت اخستو عادت وو۔ نو منافقانو به خپلې مقدمې یهودی عالمانو ته وړې اؤ حضور اکرمﷺ ته راتلل به ېٔ نهٔ خوښؤل چې دوی دَ چا رعایت نهٔ کوی اؤ لحاظ نهٔ ساتی۔ یوه ورځ دَ یو یهودی اؤ یو منافق څهٔ مقدمه وه۔ یهودی پهٔ حقه وهٔ۔ هغهٔ ووې مقدمه حضور اکرمﷺ ته وړو۔ منافق ووې چې کعب بن اشرف ته ځو چې دَ یهودیانو عالم اؤ مشر وهٔ۔ آخر ېٔ مقدمه حضور اکرمﷺ ته راؤړه۔ هغه منافق پهٔ زړهٔ کښې وې چې زهٔ مسلمان یم ، حضور اکرمﷺ به زما لحاظ وکړی۔ خو رسول اکرمﷺ چې دَ دواړو بیان واؤرېدو نو یهودی پهٔ حقه وهٔ۔ حضور اکرمﷺ دَ یهودی پهٔ حق کښې فیصله وکړه۔ چې دواړه بهر ته ووتل نو منافق وې چې ځه چې حضرت عمرؓ ته لاړ شو چې هغه څهٔ فیصله وکړه هغه منظوره ده (حضرت عمرؓ به دَ حضورﷺ په حکم مدینه منوره کښې فیصلې کؤلے) چې دواړه حضرت عمرؓ ته راغلل اؤ هغهٔ بیان واؤرېدو۔ دَ یهودی نه ورته دا معلومه شوه چې دې مقدمه کښې حضورﷺ فیصله کړے ده ، خو دې ېٔ نهٔ منی۔ نو حضرت عمرؓ توره راواخسته چې څوک دَ حضور اکرمﷺ فیصله نهٔ منی ، دَ هغهٔ فیصله دا توره کوی۔ اؤ پهٔ هغه ساعت ېٔ منافق قتل کړو۔ دَ هغهٔ وارثانو دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې پهٔ حضرت عمرؓ دَ قتل دعوه وکړه۔ اؤ قسمونه ېٔ خوړل چې مونږ خو حضرت عمرؓ ته دې دپاره لاړو چې هغه پهٔ دې معامله کښې څهٔ مصالحت وکړی۔ دا وجه نهٔ وه چې ګنې مونږ فیصله نهٔ منله۔ دا آیتونه پهٔ دې حق کښې نازل شو۔ او دَ منافقانو حقیقت ېٔ څرګند کړو۔ پهٔ دې دَ حضرت عمرؓ لقب فاروق شو۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا اِلٰی مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَ اِلَی الرَّسُوْلِ رَاَیْتَ الْمُنٰفِقِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْكَ صُدُوْدًاۚ۝۶۱
اؤ کله چې دوی ته ووئیلی شی راشیٔ هغه حکم ته چې الله نازل کړے اؤ راشیٔ رسولﷺ ته نو تهٔ به ووینې منافقان چې دَ تا نه ځان بچ بچ ساتی ف۱۰۷
ف۱۰۷: یعنی دَ څهٔ جګړې پهٔ موقع چې منافقانو ته ووئیلی شی چې دا جګړه دَ الله تعالیٰ دَ راستولی شوی حکم مطابق فیصله کړیٔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ دربار ته لاړ شیٔ نو پهٔ ظاهره خو مسلمانان دی خو څرګند انکار کؤلے نهٔ شی نو څهٔ بهانې مهانې جوړوی اؤ پهٔ څهٔ چل ځان دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مخکښې پېش کېدو نه بچ کوی ، داسې چل جوړوی چې فیصلې ته بل خوا لاړ شی۔
فَكَیْفَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِیْبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ثُمَّ جَآءُوْكَ یَحْلِفُوْنَ١ۖۗ بِاللّٰهِ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّاۤ اِحْسَانًا وَّ تَوْفِیْقًا۝۶۲
نو بیا به څهٔ وی چې ورسی دوی ته مصیبت دَ خپله لاسه کړی کارونو پهٔ وجه اؤ بیا راځی تا ته اؤ پهٔ الله قسمونه خوری چې زمونږ غرض خو بل هېڅ نهٔ وهٔ بې دَ نیکیٔ اؤ روغې نه ، ف۱۰۸
ف۱۰۸: یعنی اوس خو به دوی څهٔ چل ول جوړ کړی خو هغه وخت به بیا دوی څهٔ کؤلے شی کله چې دوی ته دَ دې خپل عمل سزا ورکؤلے شی۔ سوا دَ دې نه چې حضور اکرمﷺ ته راشی اؤ دَ دروغو قسمونه وخوری چې مونږ خو ستا دَ فیصلې نه انکار نهٔ کؤلو۔ حضرت عمرؓ ته خو پهٔ دې خیال لاړو چې دې به زمونږ مینځ کښې روغه راولی۔ څهٔ مصالحت به وکړی۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَعْلَمُ اللّٰهُ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ١ۗ فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَ عِظْهُمْ وَ قُلْ لَّهُمْ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ قَوْلًۢا بَلِیْغًا۝۶۳
دا هغه خلق دے چې الله ښهٔ خبر دے چې څهٔ دَ دوی پهٔ زړونو کښې دی ، نو تهٔ پهٔ دوی ځان ناغرضه کړه اؤ دوی ته نصیحت وکړه اؤ دَ دوی پهٔ حق کښې دوی سره دَ کار خبره وکړه۔ ف۱۰۹
ف۱۰۹: پهٔ دې آیت کښې الله تعالیٰ دَ هغوی دَ قسم اؤ معذرت تکذیب کړے دے چې منافقان کهٔ پهٔ خلهٔ هر څهٔ وائی دَ زړونو حال ېٔ الله ته معلوم دے۔ نو تهٔ ېٔ هم الله ته وسپاره۔ دَ هغوی په دې خبرو ځان ناغرضه کړه۔ اؤ نصیحت اؤ تبلیغ ورته کوه دَ دوی دَ هدایت نه مایوسه کېږه مه۔
وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا لِیُطَاعَ بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ لَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ جَآءُوْكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰهَ وَ اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰهَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا۝۶۴
اؤ مونږ یو رسول هم نهٔ دے راستؤلے مګر دې دپاره چې دَ هغهٔ خبره ومنلې شی دَ الله پهٔ حکم اؤ کهٔ دغه خلق کوم وخت چې دوی دَ ځانونو سره بد کړی وو تا ته راغلے وې اؤ دَ الله نه ېٔ معافی غوښتې وې اؤ رسول هم دوی دپاره معافی غوښتې وې نو موندې به ېٔ وهٔ الله بخښونکے مهربانه ف۱۱۰
ف۱۱۰: یعنی الله تعالیٰ چې بندګانو ته رسول را استوی نو دَ دې دپاره ېٔ را استوی چې بندګان دَ الله تعالیٰ دَ حکم مطابق دَ هغهٔ خبره ومنی۔ نو ضروری ده چې دَ رسولﷺ خبرې دَ زړهٔ نه اؤ پهٔ خوشیٔ ومنلې شی۔ اؤ کهٔ دې منافقانو دَ ګناه نه پس توبه ویستې وې ، دَ الله نه ېٔ معافی غوښتې وې۔ اؤ رسول اکرمﷺ هم دَ دوی دپاره دَ معافۍ دعا کړے وې۔ نو الله تعالیٰ به دَ دوی توبه قبوله کړے وه۔ لېکن دې ظالمانو اول خو دَ رسولﷺ فیصله ونهٔ منله۔ اؤ بیا چې دَ هغې نتیجه ورته ورسېده نو دَ معافۍ غوښتو پهٔ ځائې ېٔ دَ دروغو قسمونه خوړل اؤ پهٔ دې چل ېٔ دَ ځان خلاصؤلو کوشش کؤلو۔ داسې کسانو دپاره معافی نشته۔ دوی به دَ خپل عمل سزا مومی۔
فَلَا وَ رَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَ حَتّٰی یُحَكِّمُوْكَ فِیْمَا شَجَرَ بَیْنَهُمْ ثُمَّ لَا یَجِدُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَیْتَ وَ یُسَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا۝۶۵
نو قسم دے ستا پهٔ رب چې دوی نهٔ شی مؤمنان کېدے تر هغې چې تا منصف ومنی دَ خپلو جګړو پهٔ حق کښې بیا پهٔ خپلو زړونو کښې ستا پهٔ فیصله تنګسیا (خفګان) ونهٔ مومی اؤ ستا فیصله به پهٔ خوښیٔ ومنی۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی دا منافقان څهٔ پهٔ ګدو وډو سر دی۔ دوی دې ښهٔ پوهه شی ، زهٔ دا پهٔ قسم سره وایم چې څو پورې دې خلقو پهٔ خپلو غټو وړو ، مالی اؤ جانی هر قسم جګړو کښې نهٔ منصف نهٔ ېٔ منلې ېٔ اؤ ستا فیصله ېٔ دَ زړهٔ نه پهٔ خوښیٔ سره نهٔ وی منظوره کړے تر هغې پورې دوی مؤمنان کېدے نهٔ شی۔ اوس چې ېٔ څهٔ خوښه وی هغه دې کوی۔ خو ښهٔ سوچ دې وکړی نو یو طرف ته دې فیصله وکړی۔
وَ لَوْ اَنَّا كَتَبْنَا عَلَیْهِمْ اَنِ اقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ اَوِ اخْرُجُوْا مِنْ دِیَارِكُمْ مَّا فَعَلُوْهُ اِلَّا قَلِیْلٌ مِّنْهُمْ١ؕ وَ لَوْ اَنَّهُمْ فَعَلُوْا مَا یُوْعَظُوْنَ بِهٖ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَ اَشَدَّ تَثْبِیْتًاۙ۝۶۶
اؤ کهٔ دوی ته مونږ حکم کړے وې چې ووژنیٔ خپل ځانونه یا وځیٔ دَ خپلو کورونو نه نو داسې به نهٔ وو کړی مګر ډېرو لږو کسانو پهٔ دوی کښې ، اؤ کهٔ دا کسان داسې وکړی څنګه چې دوی ته نصیحت کیږی نو دا به دَ دوی پهٔ حق کښې بهتره وی اؤ زیاته مضبوطؤنکی پهٔ دین کښې۔
وَّ اِذًا لَّاٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ لَّدُنَّاۤ اَجْرًا عَظِیْمًاۙ۝۶۷
اؤ پهٔ دغه وخت کښې به مونږ دوی ته دَ خپل طرف نه غټ اجر ورکړو۔
وَّ لَهَدَیْنٰهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا۝۶۸
اؤ روان به ېٔ کړو پهٔ نېغه لاره۔ ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی هر کله چې دَ ټولو بندګانو دَ سر اؤ مال اصل مالک الله تعالیٰ دے نو دَ هغهٔ په حکم خو سر ورکؤلو کښې هم څهٔ سستی نهٔ ده پکار ، نو کهٔ الله تعالیٰ تاسو ته حکم کړے وې چې خپل ځانونه هلاک کړیٔ یا دَ کورونو نه وځیٔ ، دَ ملک نه جلا وطن شیٔ لکه بنی اسرائیلو ته چې ېٔ داسې حکم کړے وهٔ۔ نو دا حکم به پهٔ تاسو کښې ډېرو کمو کسانو یعنی صرف رښتونی اؤ دَ حق مسلمانانو منلې وهٔ۔ نو اوس خو الله تعالیٰ ستاسو دَ فائدې دپاره ډېر آسان احکام نازل کړی دی۔ پهٔ معمولی غوندې کار دَ دین اؤ دنیا دواړو کامیابی حاصلېدے شی۔ کهٔ منافقانو پهٔ دې فکر وکړو اؤ سوچه مسلمانان شول نو پهٔ دې کښې هم دَ دوی فائده ده۔ دنیا کښې به هم پهٔ امن شی اؤ پهٔ آخرت کښې به هم ورته غټ اجر ورکړې شی۔
وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَ الرَّسُوْلَ فَاُولٰٓىِٕكَ مَعَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ وَ الصِّدِّیْقِیْنَ وَ الشُّهَدَآءِ وَ الصّٰلِحِیْنَ١ۚ وَ حَسُنَ اُولٰٓىِٕكَ رَفِیْقًاؕ۝۶۹
اؤ څوک چې حکم ومنی دَ الله اؤ دَ رسول نو هغه دَ هغې کسانو سره دی پهٔ چا چې الله انعام کړے دے هغه نبیان اؤ صدیقان اؤ شهیدان اؤ نیک بختان دی اؤ دَ دوی ملګرتیا ډېره ښهٔ ده ف۱۱۳
ف۱۱۳: نبی هغه دے چې دَ چا طرف نه پرې وحی راځی۔ یعنی فرښته ورته دَ الله تعالیٰ پېغام رارسوی۔ اؤ صدیق هغه دے چې نبی باندې دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه کوم حکم نازل شوے وی هغه پهٔ خپل طبیعت دَ هغې تصدیق وکړی اؤ څهٔ دلیل یا معجزه نهٔ غواړی۔ شهید هغه دے چې دَ پېغمبر پهٔ حکم سر ورکړی (دَ دین پهٔ حفاظت کښې قتل کړې شی) اؤ صالح اؤ نیک بخت هغه دے چې دَ هغهٔ پهٔ طبیعت کښې نیکی وی۔ اؤ خپل نفس اؤ بدن ېٔ دَ بدیٔ نه بچ کړے وی۔ دا څلور قسمه مسلمانان دَ نور اُمت نه افضل دی۔ دَ دوی نه علاوه چې کوم مسلمانان دی دَ دوی درجې ته نهٔ رسی خو پهٔ خپل وس دَ الله اؤ دَ رسولﷺ دَ فرمانبرداریٔ کوشش کوی۔ دغه خلق به هم دَ هغه څلورو سره ملګری وی۔ اؤ دَ هغوی سره ملګرتیا ډېره غټه خبره اؤ لویه کامیابی ده۔ پهٔ دې آیت کښې دې خبرې ته اشاره شوے ده چې منافقان دَ دې کسانو دَ ملګرتیا نه محروم دی۔
ذٰلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّٰهِ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ عَلِیْمًا۠۝۷۰
دا فضل دے دَ الله دَ طرف نه اؤ کافی دے الله دَ علم خاوند۔ ف۱۱۴
ف۱۱۴: یعنی دَ الله اؤ رسولﷺ حکم منونکیو ته دَ نبیانو ، صدیقانو اؤ شهیدانو ملګرتیا دَ الله تعالیٰ لوئے فضل اؤ احسان دے اؤ منافقان دَ دې فضل نه محروم دی۔ الله تعالیٰ دَ هر چا پهٔ حال ښهٔ خبر دے۔ چې څوک مخلص اؤ فرمانبردار دے اؤ څوک منافق دے۔ هر چا ته به خپله درجه ورکوی۔ پهٔ ټګۍ څوک کامیابی نهٔ شی موندلے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا خُذُوْا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوْا ثُبَاتٍ اَوِ انْفِرُوْا جَمِیْعًا۝۷۱
اے ایماندارو واخلیٔ خپله وسله نو بیا روان شیٔ بیل بیل ټولی یا روان شیٔ ټول پهٔ یو ځائې ف۱۱۵
ف۱۱۵: دَ دې آیت نه دَ جهاد ذکر شروع کیږی۔ مخکښې آیت کښې دَ شهیدانو سره دَ ملګرتیا ذکر راغلے وهٔ۔ دَ اسلام پهٔ ټولو احکامو کښې جهاد ګران وهٔ۔ اؤ بیا خاص پهٔ منافقانو باندې خو ډېر ګران وهٔ۔ خو ځکه دَ جهاد ذکر خاص وشو چې هر څوک دَ نبیانو اؤ صدیقانو دَ ملګرتیا طمع نهٔ کوی۔ وائی چې څو پورې جهاد نهٔ وهٔ فرض شوے نو ډېرو کسانو پهٔ ظاهره ځان مسلمان کړے وهٔ۔ نمونځ اودس به ېٔ کؤلو اؤ دَ مسلمانانو پهٔ ټولی کښې به کښېناستل خو دَ زړهٔ نه مسلمانان نهٔ وو۔ کله چې دَ جهاد حکم راغلو نو دغه کسان ګډ وډ شول نو ځنې خو پکښې پهٔ څرګنده دَ مشرکانو ملګری شو ، دَ مسلمانانو مخالفت ېٔ شروع کړو۔ نو دَ دې متعلق دا آیت نازل شو۔ مطلب دا دے چې اے مسلمانانو دَ منافقانو حالت خو تاسو ته معلوم شو۔ اوس خیر پهٔ دې کښې دے چې پهٔ دوی نور اعتبار مهٔ کویٔ۔ دَ ځان حفاظت وکړیٔ۔ بیدار وسیٔ پهٔ وسله ځان سنبال کړیٔ۔ دَ دښمن دَ مقابلې دپاره تیار شیٔ اؤ بیا مقابلې ته چې وځیٔ نو ټولی ټولی ځیٔ اؤ کهٔ ټول پهٔ یو ځائې ځیٔ څنګه چې دَ وخت اؤ موقعې سره مناسب وی هغه شان وکړیٔ خو خپل حفاظت ضروری دے۔
وَ اِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَّیُبَطِّئَنَّ١ۚ فَاِنْ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَالَ قَدْ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیَّ اِذْ لَمْ اَكُنْ مَّعَهُمْ شَهِیْدًا۝۷۲
اؤ پهٔ تاسو کښې ځنې داسې دی چې ضرور به ایصار ایصار ف۱۱۶ کیږی ، بیا کهٔ تاسو ته څهٔ مصیبت ورسی نو وائی الله پهٔ ما فضل وکړو چې دَ دوی سره نهٔ وم۔ ف۱۱۷
ف۱۱۶: اے مسلمانانو ستاسو پهٔ ډله کښې ځنی داسې کسان هم شته چې هغوی دَ جهاد په کار کښې ایصار ایصار کیږی۔ دَ الله دَ حکم فرمانبرداری نهٔ کوی۔ دَ دنیا فائده ېٔ پهٔ نظر کښې ده۔ لکه عبد الله بن اُبی بن سلول دَ منافقانو سردار اؤ دَ هغهٔ نور ملګری۔ دا خلق پهٔ ظاهره مسلمانان وو خو مطلب ېٔ دَ دنیا فائده وه۔ دَ الله دَ حکم تابعدار پهٔ رښتیا نهٔ وو۔
ف۱۱۷: وړومبے ذکر شوی وو چې منافقان جهاد ته پهٔ وتلو کښې وخت لګوی ، دَ نتیجې انتظار کوی۔ ګوری چې کوم مسلمانان جهاد ته وتی دی ، دَ هغوی څهٔ حال دے۔ نو کهٔ مسلمانانو ته څهٔ تکلیف ورسی ، څوک شهیدان شی یا زخمیان شی ، نو دوی خوشحاله شی چې دا دَ الله لوئے فضل وهٔ چې مونږ ورسره نهٔ وو ګنی زمونږ به هم دغه حال وهٔ۔
وَ لَىِٕنْ اَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ اللّٰهِ لَیَقُوْلَنَّ كَاَنْ لَّمْ تَكُنْۢ بَیْنَكُمْ وَ بَیْنَهٗ مَوَدَّةٌ یّٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ مَعَهُمْ فَاَفُوْزَ فَوْزًا عَظِیْمًا۝۷۳
اؤ کهٔ تاسو ته ورسی دَ الله دَ طرفه څهٔ فضل نو داسې به واییٔ لکه چې دَ تاسو سره ېٔ هډو څهٔ تعلق نهٔ وی افسوس دے کهٔ زهٔ هم دَ دوی سره وې نو غټه کامیابی به مې کړے وه ف۱۱۸
ف۱۱۸: اؤ کهٔ پهٔ مسلمانانو دَ الله فضل وشی ، غالب شی اؤ مال غنیمت پهٔ لاس ورشی نو منافقان بیا ډېر افسوس کوی چې ارمان دے کهٔ مونږ ورسره وې نو مونږ ته به هم مال پهٔ لاس راغلے وهٔ۔ منافقان یواځې پهٔ خپل بې برخې کېدو خفه نهٔ وی۔ دَ مسلمانانو پهٔ کامیابیٔ هم دَ حسد اؤ کینې پهٔ وجه خفه وی۔
فَلْیُقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یَشْرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا بِالْاٰخِرَةِ١ؕ وَ مَنْ یُّقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیُقْتَلْ اَوْ یَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا۝۷۴
نو پکار ده چې جنګ وکړی دَ الله پهٔ لار کښې ، هغه کسان چې خرڅوی دَ دنیا ژوند دَ اخرت پهٔ بدل کښې ، اؤ څوک چې جنګ وکړی دَ الله پهٔ لار کښې بیا قتل شی یا غالب شی ، نو مونږ به هغوی ته ډېر غټ ثواب ورکړو۔ ف۱۱۹
ف۱۱۹: یعنی کهٔ منافقان جهاد نهٔ کوی نو نهٔ دې کوی ، اؤ خپل دَ دنیا فائدې ته ګوری نو ګوری دې۔ لېکن کومو کسانو چې دَ آخرت دپاره دنیا ته لته ورکړے ده هغوی ته خو پکار دی چې بې فکره جهاد ته وځی اؤ دَ مال دولت اؤ دنیا دَ فائدې دې هېڅ خیال نهٔ ساتی۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ فرمانبرداریٔ کښې هر وخت ګټه ده کهٔ غالب شو هم اؤ کهٔ مغلوب شو هم۔
وَ مَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ الْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَ النِّسَآءِ وَ الْوِلْدَانِ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ الظَّالِمِ اَهْلُهَا١ۚ وَ اجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا١ۙۚ وَّ اجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ نَصِیْرًاؕ۝۷۵
اؤ پهٔ تاسو څهٔ وشو چې جنګ نهٔ کویٔ دَ الله پهٔ لار کښې اؤ دَ هغه کمزوریو سړیو اؤ ښځو اؤ بچو دپاره چې ووائی اے زمونږه ربه وباسې مونږ دَ دې کلی نه چې ظالمان دی دَ دې ځائې خلق ، اؤ پیدا کړې زمونږ دپاره دَ خپل طرف نه څوک ملګرے ، اؤ پیدا کړې مونږ دپاره دَ خپل طرف نه څوک مددګار، ف۱۲۰
ف۱۲۰: یعنی تاسو ته دَ کافرو سره پهٔ دوؤ وجو جنګ ضروری دے۔ یو خو دَ الله دین غالب کؤلو دپاره اؤ بل دَ هغه مظلومانو دَ خلاصی دپاره کوم چې مکّه مکرمه کښې پاتی شوی دی اؤ کافران ورباندې ظلمونه کوی۔
پهٔ مکّه مکرمه کښې ډېر مسلمانان داسې وو چې پهٔ څهٔ وجه دَ هجرت نه پاتی شوی وو نو پهٔ هغوی به کافرانو ډېر ظلمونه کؤل چې دَ اسلام نه واپس شی اؤ بیا کافران شی نو الله تعالیٰ مسلمانانو ته دَ جهاد ترغیب ورکوی چې اسلام غالب کؤل اؤ خپل کمزوری مسلمانان وروڼه دَ ظلم نه خلاصؤل پهٔ تاسو فرض دی نو دَ کفّارو سره پهٔ جهاد کښې سستی مهٔ کویٔ۔
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ۚ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ الطَّاغُوْتِ فَقَاتِلُوْۤا اَوْلِیَآءَ الشَّیْطٰنِ١ۚ اِنَّ كَیْدَ الشَّیْطٰنِ كَانَ ضَعِیْفًا۠۝۷۶
کوم کسان چې ایماندار دی هغوی جنګیږی دَ الله پهٔ لار کښې اؤ څوک چې کافر دی هغوی جنګیږی دَ شیطان پهٔ لار کښې نو تاسو جنګیږیٔ دَ شیطان دَ ملګریو سره ، بې شکه دَ شیطان فریب کمزورے دے۔ ف۱۲۱
ف۱۲۱: یعنی دا خو څرګنده ده چې مسلمانان دَ الله دپاره جنګیږی چې دَ الله حکم هر ځائې جاری شی اؤ دَ الله دینِ اسلام غالب شی اؤ کافر دَ شیطان دپاره جنګیږی۔ نو دَ شیطان دَ ملګریو سره خو خامخا جنګ پکار دے۔
الله ستاسو ملګرے دے ، هېڅ غم مهٔ کویٔ۔ دَ شیطان فریب دَ الله پهٔ مقابله کښې نهٔ شی چلېدے۔ غلبه به هم ستاسو وی۔ پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته دَ جهاد دَ ترغیب سره ډاډ ګیرنه هم ده۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ قِیْلَ لَهُمْ كُفُّوْۤا اَیْدِیَكُمْ وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ١ۚ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْیَةِ اللّٰهِ اَوْ اَشَدَّ خَشْیَةً١ۚ وَ قَالُوْا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَیْنَا الْقِتَالَ١ۚ لَوْ لَاۤ اَخَّرْتَنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ١ؕ قُلْ مَتَاعُ الدُّنْیَا قَلِیْلٌ١ۚ وَ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّمَنِ اتَّقٰی١۫ وَ لَا تُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا۝۷۷
آیا تا هغه کسان نهٔ دی لیدلی چا ته چې حکم شوے وهٔ چې خپل لاس ونیسیٔ اؤ قایٔم لریٔ نمونځونه اؤ ورکویٔ زکٰوة ، ف۱۲۲ بیا چې حکم وشو هغوی ته دَ جنګ کؤلو نو پهٔ هغوی کښې یوه ډله دَ خلقو نه داسې ویرېده لکه دَ الله نه چې څوک ویریږی یا دَ دې نه هم زیاته ویره ، اؤ دوی وې ، اے زمونږ ربه ولې دې فرض کړو پهٔ مونږ باندې جنګ ، ولې دې مونږ ته لږ مهلت رانهٔ کړو ف۱۲۳ تهٔ ورته ووایه دَ دنیا فائده لږه ده اؤ آخرت بهتر دے دَ پرهیزګارو دپاره اؤ ستاسو حق به نهٔ پاتې کیږی دَ یو تار برابر ، ف۱۲۴
ف۱۲۲: دَ هجرت نه مخکښې به پهٔ مکّه کښې کافرانو مسلمانان ډېر تنګؤل نو هغوی به حضور اکرمﷺ ته وې چې مونږ ته اجازت راکړه چې دَ دوی نه بدل واخلو۔ خو حضور اکرمﷺ به ورته فرمائیل چې ماته دَ جهاد حکم نهٔ دے شوے۔ تاسو صبر کویٔ۔ اؤ خپل نمونځ کویٔ ، زکٰوة ورکویٔ۔ کوم نیک کارونه چې درته ښودلی شوی دی ، دې کښې کوشش کویٔ۔ ځکه چې تر څو پورې بنیادم خپل نفس قابو کړے نهٔ وی اؤ دَ الله پهٔ لار کښې دَ سختیٔ برداشت کؤلو عادت شوے نهٔ وی اؤ دَ الله پهٔ لار کښې مال خرڅ کؤلو باندې عادت شوے نهٔ وی هغه جهاد نهٔ شی کؤلے۔ ځکه چې پهٔ جهاد کښې دَ مال خرچ کؤل ، دَ بدن سخته اؤ دَ سر قربانی ضروری ده۔ مسلمانانو دا حکم پهٔ خوشیٔ ومنلو۔ اؤ تر څو چې دَ جهاد حکم نهٔ وهٔ نازل شوے هر قسم تکلیفونه ېٔ پهٔ صبر اؤ استقلال برداشت کړل۔
ف۱۲۳: یعنی دَ هجرت نه پس چې مسلمانانو ته دَ جهاد اجازت وشو نو هغوی ته خو خوشحالېدل پکار وو چې زوړ ارمان ېٔ پوره شو۔ لېکن بیا هم ځنی کمزوری مسلمانان دَ مشرکانو دَ مقابلې نه داسې ویرېدل لکه دَ الله دَ عذاب نه چې څوک ویریږی اؤ دا ارمان ېٔ کؤلو کهٔ څهٔ موده نور هم دَ جهاد حکم وروستو شوے وې نو ښهٔ به وه۔ لږ ژوند به مو په آرام تېر کړے وهٔ۔
ف۱۲۴: چونکې دَ جهالت اؤ دنیا سره محبّت پهٔ وجه هغوی باندې دَ جهاد حکم دروند لګېدلے وهٔ۔ ځکه الله تعالیٰ فرمائی چې دوی پوهه کړه چې دَ دنیا فائده ډېره لږه اؤ ډېر زر تلونکے ده اؤ څوک چې دَ الله تعالیٰ دَ حکم فرمانبرداری کوی دَ هغوی دپاره دَ آخرت ثواب ډېر بهتر دے نو تاسو دَ دنیا دَ معمولی فائدې دپاره دَ آخرت زیاته فائده مهٔ بربادویٔ اؤ پهٔ جهاد کښې سستی مهٔ کویٔ اؤ اطمینان ساتئ چې ستاسو محنت به بالکل نهٔ ضائع کیږی۔ پوره پوره بدله به درکؤلے شی۔
اَیْنَ مَا تَكُوْنُوْا یُدْرِكْكُّمُ الْمَوْتُ وَ لَوْ كُنْتُمْ فِیْ بُرُوْجٍ مُّشَیَّدَةٍ١ؕ وَ اِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ١ۚ وَ اِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِكَ١ؕ قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ١ؕ فَمَالِ هٰۤؤُلَآءِ الْقَوْمِ لَا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ حَدِیْثًا۝۷۸
هر ځائې کښې چې تاسو ویٔ مرګ به مو راګېر کړی اګر کهٔ تاسو ویٔ پهٔ مضبوطو قلعو کښې ف۱۲۵ اؤ کهٔ خلقو ته څهٔ خیر ورسی نو وائی دا دَ الله دَ طرف نه دے اؤ کهٔ څهٔ نقصان ورته ورسی نو وائی دا ستا پهٔ وجه۔ ف۱۲۶ تهٔ ورته ووایه دا هر څهٔ دَ الله دَ طرفه دی ، نو پهٔ دې خلقو څهٔ شوی دی داسې نهٔ ښکاری چې پهٔ خبره به پوهه شی، ف۱۲۷
ف۱۲۵: دَ هر چا دپاره دَ مرګ یو وخت مقرر دے۔ پهٔ هغه وخت به ورته مرګ ضرور راځی۔ کهٔ څوک پهٔ ډېر مضبوط مکان کښې پټ کښینی هم دَ مرګ نه خلاصے نشته۔ نو څوک چې جهاد ته لاړ نهٔ شی هم دَ مرګ نه نهٔ خلاصیږی۔ نو اوس جهاد ته نهٔ وتل ، دَ مرګ نه ویره اؤ دَ کافرانو سره مقابلې نه خطره کؤل دَ کم عقلیٔ اؤ ایمان کښې دَ کمزورتیا ثبوت دے۔
ف۱۲۶: اوس دَ منافقانو یو بل جهالت واؤریٔ۔ کهٔ پهٔ جنګ کښې مسلمانان غالب شی اؤ فتح وکړی نو دوی وائی دا خو دَ رسول اللهﷺ دَ تدبیر اؤ دَ مسلمانانو دَ بهادریٔ پهٔ وجه نهٔ وه هسې اتفاقی کار وهٔ۔ اؤ کهٔ چرته نقصان مسلمانانو ته ورسی نو بیا دوی وائی دَ دوی مشر یعنی حضور اکرمﷺ دَ جنګ پهٔ طریقو نهٔ پوهیږی۔ ځکه خو ېٔ شکست وخوړو۔
ف۱۲۷: الله تعالیٰ فرمائی اے رسولﷺ تهٔ ورته ووایه چې نیکی اؤ بدی ټوله دَ الله دَ طرف نه ده۔ په دې کښې دَ نور هېچا څهٔ دخل نشته۔ رسول اکرمﷺ چې دَ جنګ څهٔ تدبیر اؤ انتظام کوی دا هم دَ الله دَ طرف نه دے دَ هغهٔ پهٔ ښودنه ېٔ کوی۔ نو ستاسو الزام پهٔ رسولﷺ باندې غلط دے۔ کهٔ څهٔ فائده رسی هم دَ الله کار دے اؤ کهٔ څهٔ نقصان رسی هم دَ الله کار دے چې پهٔ دې دَ مسلمانانو ازمېښت کوی۔ پهٔ مخکښې آیت کښې تفصیلی جواب راځی۔
مَاۤ اَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ١٘ وَ مَاۤ اَصَابَكَ مِنْ سَیِّئَةٍ فَمِنْ نَّفْسِكَ١ؕ وَ اَرْسَلْنٰكَ لِلنَّاسِ رَسُوْلًا١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا۝۷۹
څهٔ نیکی چې تا ته در رسی نو دَ الله دَ طرفه ده اؤ څهٔ بدی چې تا ته در رسی نو دَ ستا دَ خپل نفس دَ طرفه ده۔ ف۱۲۸ اؤ مونږ تهٔ راواستؤلے ېٔ خلقو ته پېغام رسوونکے اؤ کافی دے الله مخامخ کتونکے ، ف۱۲۹
ف۱۲۸: یعنی نیکی اؤ بدی هر څهٔ دَ الله دَ طرف نه دی خو بنده ته پکار دی چې نیکی دَ الله احسان ومنی اؤ بدی دَ خپل عمل دَ قصور سزا۔ دَ دې الزام پهٔ پېغمبر مهٔ راولیٔ۔ دا ټول دَ الله کارونه دی۔ یعنی کؤنکے الله دے اؤ سبب ېٔ ستاسو خپل عمل دے۔
ف۱۲۹: پهٔ دې آیت کښې حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکړې شوے ده چې تهٔ دَ منافقانو دَ خبرو پرواه مهٔ کوه۔ ستا کار صرف دَ الله حکم ورسؤل دی۔ تهٔ خپل تبلیغ اؤ هدایت کوه اؤ دَ هغوی دَ خبرو پرواه مهٔ کوه۔ ما ته دَ ټولو عملونه معلوم دی۔ زهٔ به پهٔ خپل وخت هر یو ته دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکوم۔ تهٔ ېٔ غم مهٔ کوه۔
مَنْ یُّطِعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ اَطَاعَ اللّٰهَ١ۚ وَ مَنْ تَوَلّٰی فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًاؕ۝۸۰
چا چې حکم ومنلو دَ رسول نو هغهٔ حکم ومنلو دَ الله اؤ څوک چې واپس شو نو مونږ تهٔ نهٔ ېٔ راستؤلے پهٔ دوی څوکیدار ف۱۳۰
ف۱۳۰: حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکؤلو نه پس اوس الله تعالیٰ فرمائی۔ چا چې زما دَ رسولﷺ حکم ومنلو هغه زما تابعدار شو اؤ چا چې ونهٔ منلو نو دَ هغهٔ سره به زهٔ پوهېږم۔ اے رسولهﷺ تهٔ دَ دې ذمه دار نهٔ ېٔ چې خلق دې خامخا ستا خبره ومنی۔ ستا پهٔ ذمه خو صرف پېغام رسؤل دی۔ جزا اؤ سزا ورکؤل زما کار دے۔
وَ یَقُوْلُوْنَ طَاعَةٌ١٘ فَاِذَا بَرَزُوْا مِنْ عِنْدِكَ بَیَّتَ طَآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ غَیْرَ الَّذِیْ تَقُوْلُ١ؕ وَ اللّٰهُ یَكْتُبُ مَا یُبَیِّتُوْنَ١ۚ فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَ تَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا۝۸۱
اؤ دوی وائی منظور دے بیا چې ستا نه بهر شی نو ځنی پهٔ دوی کښې دَ شپې صلاح ګانې کوی دَ هغې برخلاف څهٔ چې ېٔ تا ته وئیلی وو ، اؤ الله لیکی ، څهٔ صلاح ګانې چې دوی کوی ، نو پهٔ دوی ځان ناغرضه کړه اؤ پهٔ الله توکل وکړه اؤ کافی دے الله کارساز ف۱۳۱
ف۱۳۱: اوس دَ منافقانو بل مکر څرګندوی ، چې حضور اکرمﷺ ته مخامخ خو وائی چې مونږ حکم ومنلو ، تابعدار یو۔ اؤ چې بهر ته لاړ شی نو بیا خپلو کښې دَ مخالفت مشورې کوی۔ الله تعالیٰ دَ دوی دا ټولې خبرې دَ دوی پهٔ عملنامه کښې لیکی۔ دَ دې سزا به ورکؤلے شی۔ اے رسولﷺ تهٔ پرې ځان ناغرضه کړه پرواه ېٔ مهٔ کوه۔ ټول کار پهٔ الله وسپاره ستا دَ کار سمؤلو دپاره یو الله کافی دے۔ نور چا ته دې هېڅ حاجت نشته۔
اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ١ؕ وَ لَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَیْرِ اللّٰهِ لَوَجَدُوْا فِیْهِ اخْتِلَافًا كَثِیْرًا۝۸۲
آیا دوی پهٔ قرآن کښې سوچ نهٔ کوی اؤ کهٔ دا قرآن دَ الله نه بغېر دَ بل چا وې نو ضرور به دوی موندې وهٔ پکښې ډېر فرق۔ ف۱۳۲
ف۱۳۲: دَ وړومبنی آیت نه دَ رسول اکرمﷺ رسالت اؤ دَ هغهٔ تابعداری دَ الله تابعداری کېدل معلوم شو اؤ دَ هغهٔ پهٔ نافرمانیٔ باندې دَ الله تعالیٰ عذاب راتلل ثابت شو خو منافقانو به وې چې دَ الله تعالیٰ حکم مونږ پهٔ سر سترګو منو لېکن دَ دې څهٔ یقین دے چې دا کلام واقعی دَ الله دے (نعوذ بالله) محمّدﷺ دَ ځان نه نهٔ دے جوړ کړے۔ الله تعالیٰ دَ دې جواب ورکوی۔ چې دوی داسې وائی نو دوی پهٔ قرآن کښې غور ولې نهٔ کوی۔ کهٔ دوی پهٔ قرآن کښې غور و فکر وکړو نو خپله به ورته پته ولګی چې دا دَ بنیادم کلام نهٔ دے ، کهٔ دا دَ بنیادم کلام وې لکه څنګه چې دَ منافقانو خیال دے نو پهٔ دې کښې به ځائې په ځائې متضادې خبرې وې۔ ځکه چې بنیادم پهٔ هر وخت کښې دَ هغه حالت مناسب خبره کوی کوم چې پهٔ هغه وخت کښې ورپېښ وی۔ دَ مخکښې وروستو نورو حالتونو خیال ېٔ نهٔ وی۔ دَ غصې پهٔ وخت کښې دَ مهربانیٔ خیال نهٔ شی ساتلې اؤ دَ مهربانیٔ پهٔ وخت کښې دَ غصې۔ دَ دنیا پهٔ خبرو کښې دَ آخرت خیال نهٔ شی ساتلې اؤ دَ آخرت پهٔ بیان کښې دَ دنیا نه غافله وی۔ دَ بې پرواییٔ پهٔ وخت کښې دَ مهربانیٔ ذکر نهٔ شی کؤلے اؤ دَ مهربانیٔ پهٔ وخت کښې دَ بې پرواییٔ۔ بهرحال دَ یو حالت کلام ېٔ دَ بل حالت نه ضرور مختلف وی لېکن قرآن شریف چې دَ خالق کلام دے ، دَ هر څیز پهٔ بیان کښې ېٔ دَ بل جانب خیال ساتلې دے۔ پهٔ غور و فکر سره معلومیږی چې قرآن کریم کښې دَ هرې خبرې بیان پهٔ یو خاص انداز کښې شوے دے۔ ګوریٔ اول دلته دَ منافقانو بیان دے چې دَ سختې زورنې اؤ غصې حقدار دی نو دلته هم پهٔ هغوی باندې الزام لګؤلو کښې دومره خیال ساتلې شوے دے چې الزام ېٔ پهٔ یو خاص ټولی لګؤلے دے اؤ فرمائیلی دی چې یوه ډله پهٔ هغوی کښې داسې کار کوی۔ غرض دا چې پهٔ غصه کښې هم خبره دَ خپل حد نه داسې بهرته نهٔ وځی چې دَ بل وخت دَ خبرې نه بدله ښکاره شی۔ بل دا مطلب هم کېدے شی چې مونږ وینو چې بنیادم کله ووږد تقریر یا ډېرې خبرې کوی نو ټول کلام ېٔ یو شان زوردار نهٔ وی۔ ځنې جملې فصیحې اؤ چستې وی ، ځنې کمزورې ، ځنې خبرې پکښې رښتیا وی څهٔ دروغ ، ځنې یو شان اؤ ځنې بل شان دَ هغې مخالفې ، اؤ قرآن دومره غټ کتاب دَ دې خبرو نه پاک دے۔ یوه جمله پکښې هم غېر فصیح یا کمزورې نشته اؤ دا کار دَ بنیادم دَ طاقت نه بهر دے۔
فائده: پهٔ دې آیت کښې دې طرف ته هم اشاره ده چې څوک دَ غور و فکر نه کار نهٔ اخلی هغوی ته پهٔ قرآن کښې دَ اختلاف شبهه راتلې شی۔ لکه اول پهٔ دې مخکښې آیتونو کښې څوک غور نهٔ کوی نو دا شبهه راځی چې یو ځائې کښې فرمائی قُلْ کُلٌّ مِّنْ عِنْدِ اللہِ (تهٔ ورته ووایه چې دا هر څهٔ دَ الله کار دے) اؤ بیا ورپسې فرمائی وَ مَآ اَصَابَکَ مِنۡ سَیِّئَۃٍ فَمِنۡ نَفْسِکَ (اؤ څهٔ بدی چې در رسی نو دا دَ خپله لاسه) نو پهٔ ظاهره دا دواړه آیتونه مختلف ښکاری لېکن کهٔ څوک غور وکړی نو هېڅ اختلاف پکښې نشته۔ والله اعلم
وَ اِذَا جَآءَهُمْ اَمْرٌ مِّنَ الْاَمْنِ اَوِ الْخَوْفِ اَذَاعُوْا بِهٖ١ؕ وَ لَوْ رَدُّوْهُ اِلَی الرَّسُوْلِ وَ اِلٰۤی اُولِی الْاَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِیْنَ یَسْتَنْۢبِطُوْنَهٗ مِنْهُمْ١ؕ وَ لَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ رَحْمَتُهٗ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّیْطٰنَ اِلَّا قَلِیْلًا۝۸۳
اؤ کله چې دوی ته ورسی څهٔ خبر دَ امن یا دَ خطرې ، نو دوی هغه مشهور کړی، ف۱۳۳ اؤ کهٔ دوی دا خبر رسؤلې رسول اللهﷺ ته یا خپلو حاکمانو ته نو تحقیق به ېٔ کړے وهٔ تحقیق کؤنکیو کسانو ، ف۱۳۴ اؤ کهٔ نهٔ وې دَ الله فضل پهٔ تاسو اؤ دَ هغهٔ رحمت نو ضرور به تاسو تابعداری کړے وه دَ شیطان مګر لږو کسانو ، نه ف۱۳۵
ف۱۳۳: یعنی دا منافقان اؤ ځنی کم عقل مسلمانان یو نقصان دا کوی چې کهٔ چرته څهٔ دَ امن خبره واؤری لکه دَ حضور اکرمﷺ دَ چا سره دَ صلحې کؤلو خبر یا دَ اسلام دَ لښکر دَ فتحې خبر واؤری یا څهٔ خوفناک خبر لکه دَ دښمن دَ حملې خبر واؤری نو دَ هغې تحقیق نهٔ کوی خو خبره مشهوره کړی اؤ دَ دې نه اکثر مسلمانانو ته نقصان ورسی۔ منافقانو خو به دا خبرې دَ فساد دپاره کؤلے اؤ ځنی کم عقل مسلمانان به دَ خپلې ناپوهیٔ پهٔ وجه دَ هغوی پهٔ خبرو خطا شول۔
ف۱۳۴: یعنی چا ته چې څهٔ خبر ورسی نو پکار ده چې اول ېٔ خپل سردار ته ورسوی چې هغه تحقیق وکړی چې ثابته شی نو بیا کهٔ ېٔ چرته نقل کوی نو خیر دے۔
فائده: حضور اکرمﷺ یو ځل یو صحابیؓ یو کلی ته زکٰوة وصولؤلو پسې واستؤلو۔ دَ هغه کلی خلق ېٔ هرکلی ته مخې ته راووتل ، هغهٔ دا خیال وکړو چې دا زما مرګ پسې راوتی دی ، واپس مدینې منورې ته راغلو اؤ دا ېٔ مشهوره کړه چې هغه قوم مرتد شوے دے۔ پهٔ ټول ښار کښې دا خبره مشهوره شوه خو چې تحقیق وشو نو غلطه وخته۔
ف۱۳۵: یعنی کهٔ پهٔ تاسو دَ الله تعالیٰ فضل اؤ احسان نهٔ وې اؤ تاسو ته ېٔ وخت پهٔ وخت دَ ضرورت مطابق هدایت نهٔ کؤلے اؤ ستاسو دَ اصلاح اؤ تربیت دپاره ېٔ احکام نهٔ راستؤلے لکه چې دلته ېٔ سردار اؤ رسولﷺ طرف ته دَ رجوع کؤلو حکم راواستؤلو۔ نو تاسو به ګمراهان شوی ویٔ مګر څو کسه خاص کسان چې دَ هغوی عقل پوخ اؤ ایمان کامل دے نو دا خبردارے دَ الله تعالیٰ احسان ومنیٔ اؤ دَ الله پاک شکر ادا کړیٔ۔
فَقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ۚ لَا تُكَلَّفُ اِلَّا نَفْسَكَ وَ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِیْنَ١ۚ عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّكُفَّ بَاْسَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ اَشَدُّ بَاْسًا وَّ اَشَدُّ تَنْكِیْلًا۝۸۴
نو تهٔ جنګ وکړه دَ الله پهٔ لار کښې ، اؤ تهٔ نهٔ ېٔ ذمه وار مګر دَ خپل ځان اؤ تاکید وکړه پهٔ مسلمانانو نژدے ده چې الله بند کړی جنګ دَ کافرانو ف۱۳۶ اؤ الله ډېر سخت دے پهٔ جنګ کښې اؤ ډېر سخت دے پهٔ سزا ورکؤلو کښې۔ ف۱۳۷
ف۱۳۶: یعنی اے رسولﷺ کهٔ دا کمزوری مسلمانان اؤ منافقان دَ کافرانو سره جنګ کؤلو نه ویریږی نو تهٔ پهٔ جهاد کښې توقف مهٔ کوه اؤ مسلمانانو ته ترغیب ورکوه۔ الله تعالیٰ ستاسو مددګار دے۔ کهٔ څوک درسره ملګرتیا کوی نو ښهٔ ده اؤ کهٔ نهٔ کوی نو دَ هغوی پرواه مهٔ کوه۔ الله پاک به دَ کافرانو جنګ بند کړی۔
فائده: کله چې دا آیت نازل شو نو حضور اکرمﷺ وفرمائیل کهٔ نور هېڅوک جهاد ته نهٔ تیاریږی نو زهٔ به یواځې دَ کفارو مقابلې ته ځم۔ نو حضور اکرمﷺ صرف دَ اویا(۷۰) کسانو سره دَ بدر صغریٰ جهاد ته ووتو۔ دَ کوم جنګ وعده چې دَ ابو سفیان سره دَ اُحد دَ جنګ نه پس شوے وه۔ دَ کوم تفصیل چې پهٔ مخکښې سورت کښې تېر شوے دے۔ حضورﷺ خو خپله وعده پوره کړه ، بدر ته لاړو۔ لېکن الله تعالیٰ دَ ابو سفیان پهٔ زړهٔ کښې هېبت واچؤلو ، هغهٔ خپله وعده پوره نهٔ کړه۔ جنګ ته رانهٔ غلو۔ دغه شان الله تعالیٰ دَ کفارو دَ جنګ بندؤلو خپله وعده پوره کړه اؤ حضور اکرمﷺ سره دَ ملګریو پهٔ خیر خیریت سره واپس کلی ته راغلو۔
ف۱۳۷: یعنی دَ الله تعالیٰ سره جنګ اؤ دَ هغهٔ عذاب دَ کافرانو دَ جنګ نه ډېر سخت دے نو څوک چې دَ کافرانو سره جنګ ته نهٔ تیاریږی هغوی به دَ الله تعالیٰ دَ غصې اؤ عذاب برداشت څنګه وکړی۔
مَنْ یَّشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً یَّكُنْ لَّهٗ نَصِیْبٌ مِّنْهَا١ۚ وَ مَنْ یَّشْفَعْ شَفَاعَةً سَیِّئَةً یَّكُنْ لَّهٗ كِفْلٌ مِّنْهَا١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقِیْتًا۝۸۵
څوک چې سفارش کوی دَ ښې خبرې هغهٔ ته به هم حصه ورکؤلے شی پهٔ هغې کښې ، اؤ څوک چې سفارش کوی دَ ناکاره خبرې ، پهٔ هغهٔ به هم دَ هغې څهٔ بار وی ، ف۱۳۸ اؤ الله تعالیٰ پهٔ هر څیز قدرت لرونکے دے۔ ف۱۳۹
ف۱۳۸: یعنی کهٔ څوک پهٔ یو نیک کار کښې کوشش کوی لکه رسول اکرمﷺ چې پهٔ مسلمانانو دَ جهاد تاکید کوی یا څوک پهٔ یو ناکاره کار کښې کوشش کوی لکه کمزوری مسلمانان اؤ منافقان دَ جهاد نه پاتې کوی نو په اول شکل کښې پهٔ ثواب کښې اؤ دویم شکل کښې پهٔ عذاب کښې به ورسره حصه دار وی۔ هم دغه شان کهٔ یو سړی دَ یو مختاج سفارش وکړو اؤ دَ یو مالدار نه ېٔ ورته څهٔ وصول کړل نو دَ دې خیرات پهٔ ثواب کښې دا سړے هم شریک شو اؤ کهٔ چا دَ یو ملزم سفارش وکړو اؤ هغه ېٔ دَ سزا نه خلاص کړو ، نو هغه چې بیا څهٔ فساد ، غلا یا جنګ جګړه کوی نو دا سفارشی به هم ورسره پهٔ ګناه کښې شریک وی۔
ف۱۳۹: یعنی الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے دَ نیکیٔ بدیٔ ، دَ جزا اؤ سزا ورکؤنکے هغه دے نو هغهٔ ته پکښې څوک حصه دار کؤل څهٔ ګران کار نهٔ دے۔
وَ اِذَا حُیِّیْتُمْ بِتَحِیَّةٍ فَحَیُّوْا بِاَحْسَنَ مِنْهَاۤ اَوْ رُدُّوْهَا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَسِیْبًا۝۸۶
اؤ څوک چې تاسو ته دعا وکړی نو تاسو هم ورته دعا وکړیٔ دَ هغې نه بهتره یا هم هغه شان ورته وواییٔ واپس، بې شکه الله دَ هر څیز حساب کؤنکے دے۔ ف۱۴۰
ف۱۴۰: یو مسلمان ته دعا کؤل یا سلام کؤل په اصل کښې الله تعالیٰ ته دَ هغهٔ سفارش کؤل دی نو الله تعالیٰ مسلمانانو ته دَ ښهٔ سفارش کؤلو چل ښئی چې تاسو ته څوک دعا وکړی نو دَ هغې جواب ضرور ورکویٔ۔ یا ورته تاسو هم پهٔ هغه الفاظو دعا وکړیٔ څنګه چې درته هغهٔ کړے وی یا دَ هغې نه ښهٔ الفاظو باندې ورته دعا وکړیٔ۔ لکه یو سړے تا ته اَلسَّلَامُ عَلَیۡکُمْ ووائی نو تهٔ ورته پهٔ جواب کښې وَعَلَیْکُمُ السَّلَام ضرور ووایه کهٔ زیات ثواب دې خوښ وی نو ورسره وَ رَحْمَۃُ اللہِؕ الفاظ زیات کړه۔ اؤ کهٔ هغهٔ ورسره دا الفاظ هم وئیلی وی نو تهٔ ورسره وَ بَرَکَاتُہٗ زیات کړه۔ دَ الله تعالیٰ سره دَ یو یو ټکی حساب کیږی اؤ دَ هغې جزا ورکؤلے شی۔
فائده: پهٔ دې کښې دَ شفاعتِ حَسنه یعنی نیک سفارش ترغیب ورکړې شوے دے اؤ دَ ناکاره سفارش بدی بیان شوے ده۔ چې څوک دَ نیکیٔ سفارش کوی هغهٔ ته به اجرونه ورکؤلے شی اؤ چې څوک دَ بدیٔ سفارش کوی هغه به دَ ثواب نه محروم وی اؤ دَ سزا حقدار به وی۔
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ١ؕ وَ مَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ حَدِیْثًا۠۝۸۷
الله ، نشته بل څوک دَ عبادت قابل بې دَ هغهٔ نه هغه به ضرور راجمع کړی دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ دې کښې څهٔ شک نشته اؤ دَ الله نه زیاته رښتونې خبره دَ چا ده۔ ف۱۴۱
ف۱۴۱: یعنی دَ قیامت راتلل اؤ دَ جزا اؤ سزا خبرې ټولې رښتونې دی۔ دا خبرې سرسری مهٔ ګڼیٔ۔ دا به هم دغه شان کیږی۔
فَمَا لَكُمْ فِی الْمُنٰفِقِیْنَ فِئَتَیْنِ وَ اللّٰهُ اَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوْا١ؕ اَتُرِیْدُوْنَ اَنْ تَهْدُوْا مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ١ؕ وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ سَبِیْلًا۝۸۸
نو پهٔ تاسو څهٔ شوی دی چې دَ منافقانو پهٔ معامله کښې دوه ډلې کېږیٔ ، اؤ الله هغوی پهٔ بله واړؤل دَ دوی دَ عملونو پهٔ سبب۔ آیا تاسو دا غواړیٔ چې پهٔ لار کړیٔ هغه کسان چې الله ګمراه کړل اؤ څوک چې الله ګمراه کړی ، هېچرې به ونهٔ مومې تهٔ دَ هغهٔ دپاره څهٔ لار ، ف۱۴۲
ف۱۴۲: پهٔ منافقانو کښې یوه ډله داسې هم وه چې ظاهری اسلام ېٔ هم نهٔ وهٔ راؤړې۔ پهٔ ظاهر اؤ باطن دواړو کافران وو ، خو دَ مسلمانانو سره ېٔ دَ دوستیٔ اؤ محبّت اظهار کؤلو۔ تلهٔ راتلهٔ اؤ تعلق به ېٔ ورسره ښهٔ ساتلو۔ غرض ېٔ دا وهٔ کهٔ چرته زمونږ دَ قوم پهٔ نورو کافرانو مسلمانان حمله وکړی اؤ غالب شی پرې ، نو دَ تعلق پهٔ وجه به زمونږ سر اؤ مال محفوظ وی۔ زمونږ سره به دَ هغوی شان سلوک نهٔ کوی۔ کله چې مسلمانانو ته حقیقیت ښکاره شو چې دَ دوی دوستی دَ غرض دپاره ده نو ځنې مسلمانانو وې چې دوی سره تعلق ختم کړیٔ چې جُدا شی اؤ نهٔ ځی راځی۔ اؤ ځنو وې چې نه تعلق ختمؤل ښهٔ نهٔ دی ، شاید چې دې تلو راتلو سره دوی ته دَ اسلام صداقت معلوم شی اؤ ایمان راؤړی۔ دا آیت دَ دې پهٔ حق کښې نازل شوے دے چې هدایت اؤ ګمراهی دَ الله پهٔ اختیار کښې ده۔ تاسو دَ دې فکر مهٔ کویٔ اؤ دوه ډلې کېږیٔ مه۔ خبره یوه کړیٔ۔ (تفصیل ېٔ وروستو آیت کښې راځی یعنی تعلق ورسره ختم کړیٔ)
وَدُّوْا لَوْ تَكْفُرُوْنَ كَمَا كَفَرُوْا فَتَكُوْنُوْنَ سَوَآءً فَلَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ اَوْلِیَآءَ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ فَاِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوْهُمْ وَ اقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ١۪ وَ لَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ وَلِیًّا وَّ لَا نَصِیْرًاۙ۝۸۹
هغوی غواړی چې تاسو هم کافران شیٔ څنګه چې هغوی کافران شوی وو بیا تاسو ټول سره برابر شیٔ ، نو تاسو پهٔ هغوی کښې څوک مهٔ دوست کویٔ تر دې چې هجرت وکړی دَ الله پهٔ لار کښې ، بیا کهٔ هغوی دا نهٔ قبلوی۔ نو وېٔ نیسیٔ اؤ قتل ېٔ کړیٔ کوم ځائې کښې چې ېٔ مومیٔ اؤ مهٔ جوړویٔ دَ هغو نه څوک دوست اؤ نهٔ مددګار ف۱۴۳
ف۱۴۳: یعنی منافقان خو پهٔ کفر کښې داسې کلک دی چې هغوی خپله خو اسلام نهٔ قبلوی بلکې دا غواړی چې تاسو هم دَ ځان پهٔ شان بیا کفر ته راواړوی اؤ دَ ځان سره مو برابر کړی نو هغوی ته پکار دی چې ایمان راؤړی اؤ هجرت وکړی دلته تاسو سره راشی نو بیا دَ دوستیٔ دعویٰ کؤلے شی۔ اؤ کهٔ دا نهٔ کوی۔ نو بیا ورسره مهٔ ملګرتیا ساتیٔ اؤ مهٔ ېٔ امداد کویٔ۔ راګېر ېٔ کړیٔ ، قید ېٔ کړیٔ اؤ قتل ېٔ کړیٔ کوم ځائې کښې چې ېٔ وینیٔ ، چرته چې پهٔ لاس درځی اؤ تعلق ورسره بالکل مهٔ ساتیٔ۔
اِلَّا الَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ اِلٰی قَوْمٍۭ بَیْنَكُمْ وَ بَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ اَوْ جَآءُوْكُمْ حَصِرَتْ صُدُوْرُهُمْ اَنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ اَوْ یُقَاتِلُوْا قَوْمَهُمْ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَیْكُمْ فَلَقٰتَلُوْكُمْ١ۚ فَاِنِ اعْتَزَلُوْكُمْ فَلَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ وَ اَلْقَوْا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ١ۙ فَمَا جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ عَلَیْهِمْ سَبِیْلًا۝۹۰
بې دَ هغه کسانو چې ملګری وی دَ هغه قوم سره چې دَ تاسو اؤ دَ هغو ترمینځه معاهده ده ، یا راغلی دی تاسو سره پهٔ دې حال کښې چې تنګ شوی دی دَ هغوی زړونه تاسو سره دَ جنګ کؤلو نه اؤ دَ خپل قوم سره جنګ کؤلو نه هم ، اؤ کهٔ الله غوښتے نو هغوی به ېٔ پهٔ تاسو طاقتور کړی وو نو ضرور به ېٔ دَ تاسو سره جنګ کړے وهٔ نو کهٔ هغوی دَ تاسو نه پهٔ ډډه شو اؤ تاسو سره جنګ نهٔ کوی اؤ تاسو ته دَ صلحې پېش کش کوی نو الله نهٔ ده درکړی تاسو ته پهٔ هغوی باندې لار ، ف۱۴۴
ف۱۴۴: یعنی پهٔ دې ظاهری دوستیٔ هغوی دَ قتل اؤ قید نه مهٔ بچ کویٔ۔ هغوی صرف پهٔ دوه طریقې بچ کېدے شی۔ یو دا چې دَ کومې قبیلې سره ستاسو صلح وی اؤ دَ جنګ نهٔ کؤلو معاهده وی۔ دَ هغې قبیلې سره دَ هغوی هم داسې معاهده وی نو هغوی به هم ستاسو دَ معاهدینو پهٔ وجه پهٔ معاهده کښې شامل شی یا دا چې هغوی پهٔ خپله دَ جنګ نه کمزوری شی اؤ تاسو سره صلح وکړی اؤ دا وعده وکړی چې دَ خپل قوم پهٔ طرف داریٔ کښې به تاسو سره جنګ نهٔ کوؤ۔ اؤ نهٔ به ستاسو پهٔ ملګرتیا کښې دَ قوم سره جنګ کوؤ اؤ بیا پهٔ خپله وعده ټینګ وی نو دَ داسې قوم سره هم جنګ مهٔ کویٔ اؤ دَ هغوی دَ صلحې پېش کش منظور کړیٔ۔ اؤ دا دَ الله تعالیٰ احسان ومنیٔ چې تاسو ېٔ دَ جنګ نه خلاص کړیٔ۔ کهٔ الله تعالیٰ غوښتے نو هغوی به ېٔ پهٔ تاسو زړهٔ ور کړی اؤ غالب کړی وو۔
سَتَجِدُوْنَ اٰخَرِیْنَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّاْمَنُوْكُمْ وَ یَاْمَنُوْا قَوْمَهُمْ١ؕ كُلَّمَا رُدُّوْۤا اِلَی الْفِتْنَةِ اُرْكِسُوْا فِیْهَا١ۚ فَاِنْ لَّمْ یَعْتَزِلُوْكُمْ وَ یُلْقُوْۤا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ وَ یَكُفُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فَخُذُوْهُمْ وَ اقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا۠۝۹۱
اوس به تاسو ووینیٔ یو بل قوم چې هغوی غواړی چې پهٔ امن وسی تاسو سره هم اؤ خپل قوم سره هم ، کله چې دوی راړؤلے شی فساد طرف ته نو هغې ته راؤړی بیا کهٔ هغوی ستاسو نه ډډې ته کیږی اؤ تاسو ته دَ صلحې پېشکش نهٔ کوی اؤ خپل لاسونه نهٔ بندوی نو را وېٔ نیسیٔ اؤ قتل ېٔ کړیٔ چرته چې ېٔ مومیٔ اؤ پهٔ دوی باندې مو درکړے دے څرګند دلیل۔ ف۱۴۵
ف۱۴۵: یعنی ځنې خلق داسې هم شته چې تاسو سره وعده کوی چې نهٔ به تاسو سره جنګ کوؤ اؤ نهٔ به دَ خپل قوم سره جنګ کوؤ۔ چې تاسو نه اؤ دَ خپل قوم دواړو نه په امن شی لېکن بیا پهٔ خپله وعده نهٔ ټینګیږی کله چې دَ خپل قوم غلبه ووینی نو دَ هغوی ملګری شی۔ نو داسې خلقو باندې تاسو هم اسره مهٔ کویٔ چې هغوی خپله وعده ماته کړه نو اوس پهٔ تاسو هم پابندی نشته قید ېٔ کړیٔ اؤ قتل ېٔ کړیٔ چرته چې مو پرې وس بر کیږی۔
وَ مَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ اَنْ یَّقْتُلَ مُؤْمِنًا اِلَّا خَطَـًٔا١ۚ وَ مَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَـًٔا فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَّ دِیَةٌ مُّسَلَّمَةٌ اِلٰۤی اَهْلِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّصَّدَّقُوْا١ؕ فَاِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ١ؕ وَ اِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍۭ بَیْنَكُمْ وَ بَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ فَدِیَةٌ مُّسَلَّمَةٌ اِلٰۤی اَهْلِهٖ وَ تَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ١ۚ فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ١٘ تَوْبَةً مِّنَ اللّٰهِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا۝۹۲
اؤ دا دَ مسلمان کار نهٔ دے چې قتل کړی یو مسلمان مګر پهٔ خطا، ف۱۴۶ اؤ چا چې قتل کړو مسلمان په خطا نو ازاده دې کړی غاړه دَ یو مسلمان (غلام) اؤ خون بها دې ورکړی دَ هغهٔ خاندان ته مګر دا چې هغوی ېٔ معاف کړی ، بیا کهٔ هغه مقتول دَ داسې قوم نه وهٔ چې هغوی ستاسو دشمنان وی اؤ هغه پخپله مسلمان وهٔ نو ازاده دې کړی غاړه دَ یو مسلمان (غلام) ، اؤ کهٔ هغه دَ داسې قوم نه وهٔ چې دَ هغوی اؤ ستاسو ترمینځه معاهده وه نو خون بها دې ورکړی دَ هغهٔ خاندان ته اؤ ازاده دې کړی غاړه دَ یو مسلمان (غلام) بیا کهٔ دَ چا وس نهٔ رسی نو روژې دې وساتی دوه میاشتې پرله پسې دَ الله نه ګناه بخښلو دپاره ، اؤ الله خبردار دَ حکمت خاوند دے، ف۱۴۷
ف۱۴۶: دَ دې ځائې نه دَ قتلِ خطا احکام بیانیږی اؤ دا چې دَ اسلام دَ کلمې ویونکی قتل کؤل غټه ګناه ده ، اؤ کهٔ پهٔ خطا دَ چا نه مسلمان قتل شو نو دَ هغې احکام دا دی۔ دَ دې پهٔ ضمن کښې دَ مجاهدینو فضیلت اؤ دَ هجرت کؤلو ضرورت هم بیان شوے دے۔ اؤ پهٔ سفر دَ خطرې پهٔ وخت کښې دَ نمانځه چل هم ښیٔلې شوے دے۔
فائده: پهٔ خطا باندې دَ مسلمان قتل کؤلو ګڼ صورتونه کېدے شی۔ لکه یو سړی پهٔ هوسۍ یا بل څهٔ ښکار باندې ګولۍ چلؤله۔ ښکار خطا شو اؤ یو مسلمان پرې ولګېدو اؤ دا هم کېدے شی چې یو مسلمان دَ کافرو پهٔ ملک کښې وسېدو۔ مسلمانانو پهٔ هغه ملک حمله وکړه۔ اؤ دغه مسلمان ېٔ هم دَ کافرو پهٔ خیال قتل کړو۔ مجاهدینو ته به دا مشکل اکثر پېښېدو دَ مخکښینیو آیتونو سره هم دغه مناسب دے۔ پهٔ دې حکم کښې دَ خطا دَ قتل ټول شکلونه راځی۔
ف۱۴۷: پهٔ دې آیت کښې دَ قتل خطا دوه حکمونه ښیٔلی شوی دی۔ یو مسلمان غلام ازادؤل اؤ کهٔ دَ دې طاقت ېٔ نهٔ وی نو دوه میاشتې پرله پسې روژې نیؤل۔ دا دَ ګناه کفاره ده ، دَ الله تعالیٰ حق دے۔
دویم دَ مقتول وارثانو ته خون بها ورکؤل۔ دا دَ وارثانو حق دے ، کهٔ هغوی ېٔ ورته معاف کوی نو معاف کېدے شی۔ کفاره دَ چا پهٔ معاف کؤلو نهٔ معاف کیږی۔ دَ قتلِ خطا درے قسمه دی۔ یا به دَ مقتول وارثان مسلمانان وی یا کافر۔ کهٔ کافر وی نو یا به ېٔ دَ مسلمانانو سره معاهده وی یا به ېٔ دښمنان وی۔ کهٔ دښمنان وی نو خون بها ورکؤل پرې نشته اؤ کفاره به ادا کوی۔ اؤ کهٔ دَ مقتول وارثان معاهد کافران وی یا مسلمانان نو خون بها به هم ورکوی اؤ کفاره به هم ادا کوی۔
فائده: خون بها دَ حنفی مذهب مطابق تخمینًا دوه زره ووه سوه اؤ څلوېښت (۲۷۴۰) روپۍ کیږی۔ دا روپۍ به دَ قاتل وړوڼه ، تربوران دَ مقتول وارثانو ته پهٔ درے کاله کښې ادا کوی۔
وَ مَنْ یَّقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهٗ جَهَنَّمُ خٰلِدًا فِیْهَا وَ غَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَ لَعَنَهٗ وَ اَعَدَّ لَهٗ عَذَابًا عَظِیْمًا۝۹۳
اؤ څوک چې قتل کړی مسلمان پهٔ قصد نو دَ هغهٔ سزا دوزخ دے پروت به وی پکښې اؤ هغهٔ ته الله پهٔ قهر شو اؤ پهٔ لعنت ېٔ کړو اؤ تیار ېٔ کړو ورته غټ عذاب۔ ف۱۴۸
ف۱۴۸: یعنی کهٔ یو مسلمان ولګېدو بل مسلمان ېٔ پهٔ قصد قتل کړو نو دَ هغهٔ دپاره په آخرت کښې سزا جهنّم اؤ دَ الله تعالیٰ لعنت اؤ سخت عذاب دے۔ پهٔ کفاره ورکؤلو دَ آخرت دَ عذاب نه نهٔ خلاصیږی۔ باقی دَ دنیا سزا ېٔ مخکښې پهٔ سورتِ بقره کښې دَ قصاص پهٔ آیت کښې ذکر شوے ده۔
فائده: دَ خلود معنٰی ده همېشه دپاره (خو دَ مسلمان دپاره خلود فی النّار نشته)۔ نو دلته دَ جمهور علماؤ پهٔ خیال دَ خلود معنٰی ډېره موده ده۔ همېشه دپاره دوزخ نهٔ دے۔ یا دا چې همېشه دپاره دوزخ دَ هغه چا دپاره دے چې دَ مسلمان قتل حلال اؤ جائز ګڼی۔ داسې سړے بې شکه چې کافر دے اؤ دَ خلود حقدار دے۔ یا دا چې دَ قتل عمد اصل سزا خلود فی النّار دے۔ باقی دَ الله اختیار دے کهٔ چا ته پکښې څهٔ معاف کوی اؤ کهٔ نهٔ معاف کوی۔ والله اعلم
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا ضَرَبْتُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَتَبَیَّنُوْا وَ لَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ اَلْقٰۤی اِلَیْكُمُ السَّلٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا١ۚ تَبْتَغُوْنَ عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١٘ فَعِنْدَ اللّٰهِ مَغَانِمُ كَثِیْرَةٌ١ؕ كَذٰلِكَ كُنْتُمْ مِّنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَتَبَیَّنُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا۝۹۴
اے ایماندارو کله چې تاسو سفر کویٔ دَ الله پهٔ لار کښې نو تحقیق کویٔ اؤ مهٔ واییٔ هغه کس ته چې تاسو سره سلام علیک وکړی چې تهٔ مسلمان نه ېٔ۔ تاسو غواړیٔ دَ دنیا دَ ژوند اسباب ، نو دَ الله سره ډېر غنیمتونه دی، ف۱۴۹ تاسو خو هم دغه شان ویٔ دَ دې نه مخکښې ، بیا الله پهٔ تاسو فضل وکړو نو اوس تحقیق وکړیٔ، ف۱۵۰ بې شکه الله ستاسو پهٔ کارونو ښهٔ خبر دے۔ ف۱۵۱
ف۱۴۹: حضور اکرمﷺ پهٔ یو قوم باندې جهاد کؤلو ته فوج استؤلے وهٔ۔ پهٔ هغه قوم کښې یو سړے مسلمان هم وهٔ۔ هغهٔ خپل څاروی اؤ مال اسباب دَ نور قوم نه بیل کړی وو اؤ جُدا ولاړ وهٔ۔ چې مجاهدین ور ورسېدل نو هغهٔ ورباندې السّلام علیکم سره دَ مسلمانانو په طریقه سلام واچؤلو چې ما وپېژنی چې زهٔ مسلمان یم اؤ زما مال اسباب دَ نور قوم سره لوټ نهٔ کړی۔ مجاهدینو دا خیال وکړو چې دا هم کافر دے خو دَ ځان خلاصؤلو دپاره ېٔ پهٔ مونږ سلام واچؤلو۔ هغوی هغه سړے قتل کړو اؤ دَ هغهٔ مال ېٔ هم دَ نور مالِ غنیمت سره شامل کړو۔ دا آیت پهٔ دې حق کښې نازل شو۔ اؤ مسلمانانو ته خبردارے ورکړې شو۔ چې تاسو چرته جهاد ته ځیٔ نو وړومبے تحقیق کویٔ چې پهٔ دې قوم کښې څوک څوک مسلمان شته کهٔ نهٔ؟ بې سوچه کار مهٔ کویٔ۔ بیا هم چې تاسو ته څوک ځان مسلمان ښکاره کوی نو دَ مالِ غنیمت پهٔ خاطر دَ هغهٔ دَ اسلام نه انکار مهٔ کویٔ۔ دَ الله تعالیٰ سره ډېرې خزانې دی۔ دَ بل ځائې نه به درکړی۔
ف۱۵۰: پخوا تاسو هم داسې ویٔ۔ یعنی دَ اسلام نه وړومبے مو لکه دَ نورو عربو دَ دنیا دپاره ناحقه مرګونه کؤل ، لېکن اوس مسلمانان شویٔ نو بیا داسې کارونه مهٔ کویٔ ، پهٔ چا چې دَ اسلام شک وی دَ هغهٔ دَ قتل اؤ مال لوټ کؤلو نه ځان ساتیٔ۔ یا دا مطلب دے چې دَ اسلام په وړومبیو ورځو کښې تاسو هم دَ کافرو سره پهٔ یو کلی کښې وسېدیٔ۔ ځان ته جُدا استوګه اؤ مستقل حکومت مو نهٔ وهٔ نو څنګه چې ستاسو اسلام معتبر وهٔ اؤ ستاسو سر اؤ مال محفوظ وهٔ ، دغه شان دَ دې مسلمانانو دَ حقونو خیال ساتل هم ضروری دی۔
ف۱۵۱: یعنی الله تعالیٰ ته ستاسو ظاهر اعمال اؤ دَ زړهٔ خبرې هر څهٔ معلوم دی۔ نو اوس کهٔ څوک قتل کویٔ نو خالص دَ الله دَ رضا دپاره اؤ دَ الله دَ حکم مطابق کویٔ چې څهٔ خپل غرض یا دَ مال دَ خواهش پکښې څهٔ دخل نهٔ وی۔ صرف دَ الله رضا اؤ دَ الله دَ حکم سربلندی مقصد وی۔ کهٔ څوک کافر تاسو ته ځان مسلمان څرګند کړی۔ ځان دَ قتل نه بچ کړی اؤ مال هم محفوظ کړی نو کهٔ تاسو ته دوکه درکړی ، الله ته دوکه نهٔ شی ورکؤلے۔ دَ هغهٔ دَ عذاب نه ېٔ خلاصې نشته۔ تاسو ورته څهٔ مهٔ واییٔ ، دا دَ الله کار دے هغه به ورسره پوهیږی اؤ سزا به ورکوی۔
لَا یَسْتَوِی الْقٰعِدُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ غَیْرُ اُولِی الضَّرَرِ وَ الْمُجٰهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ١ؕ فَضَّلَ اللّٰهُ الْمُجٰهِدِیْنَ بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ دَرَجَةً١ؕ وَ كُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰی١ؕ وَ فَضَّلَ اللّٰهُ الْمُجٰهِدِیْنَ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ اَجْرًا عَظِیْمًاۙ۝۹۵
نهٔ دی برابر کښیناستونکی مسلمانان بې دَ څهٔ عذر نه اؤ هغه مسلمانان چې جهاد کوی دَ الله پهٔ لار کښې پهٔ خپلو مالونو اؤ پهٔ خپلو سرونو الله زیاته کړی دَ الله پهٔ لار کښې پهٔ مال و سر جهاد کؤنکیو درجه پهٔ ناستو کسانو باندې اؤ هر یو سره الله دَ نیکیٔ وعده کړی اؤ زیات کړی الله جهاد کونکی دَ ناستو کسانو نه پهٔ ډېر لوئی اجر۔
دَرَجٰتٍ مِّنْهُ وَ مَغْفِرَةً وَّ رَحْمَةً١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۠۝۹۶
چې درجې دی دَ الله دَ طرف نه اؤ بخښنه اؤ مهربانی ده، ف۱۵۲ اؤ الله دے بخښونکے مهربانه ، ف۱۵۳
ف۱۵۲: دَ دې مخکښې مسلمانانو ته پهٔ غلطیٔ سره قتل کؤلو باندې زورنه ورکړې شوے ده۔ دَ دې نه مخښې مسلمانانو ته پهٔ غلطیٔ سره قتل کؤلو باندې زورنه ورکړې شوے ده۔ نو دا احتمال وهٔ چې چرته مسلمانان دَ جهاد نه منع نهٔ شی۔ ځکه چې پهٔ دغه ورځو کښې به مجاهدینو ته اکثر داسې مشکل پېښېدو۔ نو الله دَ مجاهدینو فضیلت بیان کړو۔ اؤ مسلمانانو ته ېٔ دَ جهاد ترغیب ورکړو۔ دَ آیت خلاصه دا ده چې ګُډ ، شل ، ړوند اؤ ناجوړه ته دَ جهاد حکم نشته۔ باقی پهٔ ټولو مسلمانانو جهاد فرض دے اؤ دَ جهاد ډېر لوئے فضیلت اؤ دَ مجاهد لویه مرتبه ده۔ اؤ په هغه کسانو دَ زیاتې مرتبې خاوندان دی څوک چې جهاد نهٔ کوی۔ جنت ته خو به دواړه ځی ، خو دَ مجاهدینو مرتبه زیاته ده۔ دَ دې نه معلومه شوه چې جهاد فرضِ عین نهٔ دے ، فرضِ کفائی دے۔ کهٔ دَ ضرورت مطابق دَ مجاهدینو جماعت تیار وی نو بیا پهٔ جهاد نهٔ کؤنکیو څهٔ ګناه نشته اؤ کهٔ مجاهدین دَ ضرورت مطابق پوره نهٔ وی نو بیا به ټول ګنهګار وی۔
ف۱۵۳: یعنی الله تعالیٰ غفور اؤ رحیم دے هغه چې دَ مجاهدینو سره دَ مغفرت اؤ رحمت کومې وعدې کړی دی هغه به ضرور پوره کوی یا دا چې کهٔ دَ مجاهدینو نه پهٔ غلطیٔ کښې څوک مسلمان قتل شی نو الله تعالیٰ به ورته دا ګناه معاف کړی نو دَ دې غم نه پهٔ جهاد کښې سستی مهٔ کویٔ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ تَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ظَالِمِیْۤ اَنْفُسِهِمْ قَالُوْا فِیْمَ كُنْتُمْ١ؕ قَالُوْا كُنَّا مُسْتَضْعَفِیْنَ فِی الْاَرْضِ١ؕ قَالُوْۤا اَلَمْ تَكُنْ اَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوْا فِیْهَا١ؕ فَاُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١ؕ وَ سَآءَتْ مَصِیْرًاۙ۝۹۷
هغه کسان چې فرښتې دَ هغوی روح وباسی پهٔ داسې حالت کښې چې دوی دَ ځان سره بد کوی ، وائی هغوی ته فرښتې چې تاسو پهٔ څهٔ حال کښې ویٔ ، دوی وائی مونږ بې وسه وو پهٔ هغه ملک کښې ، فرښتې ورته وائی ولې دَ الله زمکه ارته نهٔ وه چې تاسو دا ملک پریښې وې بل خوا لاړ ویٔ ، نو دَ داسې کسانو ځائې جهنم دے اؤ ډېر ناکاره ځائې ته ورسېدل۔
اِلَّا الْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَ النِّسَآءِ وَ الْوِلْدَانِ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ حِیْلَةً وَّ لَا یَهْتَدُوْنَ سَبِیْلًاۙ۝۹۸
مګر هغه سړی ، ښځې اؤ بچی چې بې وسه دی۔ نهٔ څهٔ تدبیر کؤلے شی ، اؤ نهٔ ورته چرته لاره معلومه ده۔
فَاُولٰٓىِٕكَ عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّعْفُوَ عَنْهُمْ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَفُوًّا غَفُوْرًا۝۹۹
نو داسې خلق امید دے چې الله ېٔ معاف کړی ، اؤ الله دے معاف کؤنکے ، بخښونکے۔ ف۱۵۴
ف۱۵۴: ځنې کسان داسې دی چې دَ زړهٔ نه پهٔ رښتیا مسلمانان دی خو دَ کفارو په ملک کښې وسی اؤ پهٔ هغوی کمزوری دی نو خپل اسلام څرګندؤلے نهٔ شی اؤ نهٔ پهٔ جهاد کښې شرکت کؤلے شی نو داسې کسانو باندې دَ دې ملک نه هجرت فرض دے۔ پهٔ دې رکوع کښې دَ دغسې کسانو ذکر دے۔ دَ آیت خلاصه دا ده چې کوم کسان پهٔ ځان ظلم کوی یعنی دَ کافرو پهٔ ملک کښې وسی اؤ اسلامی حکومت ته هجرت نهٔ کوی نو فرښتې دَ هغوی نه دَ مرګ پهٔ وخت تپوس کوی چې تهٔ پهٔ کوم مذهب ېٔ۔ هغه ورته وائی چې زهٔ مسلمان یم خو دَ کمزوریٔ پهٔ وجه مې دَ دین کار څرګندؤلے نهٔ شوفرښتې به ورته وائی چې دَ الله ملک لوئے وهٔ ولې تا خو دا کؤلے شو چې هجرت دې کړے وې۔ نو دَ داسې خلقو ځائې جهنم دے۔
البته داسې بې طاقته کسان ، ښځې ، بچی چې هغوی دَ هجرت څهٔ تدبیر نهٔ شی کؤلے نهٔ ورته لار معلومه وی اؤ نهٔ دَ چا نه امداد اخستې شی۔ نو داسې کسان چې واقعې معذور وی دَ معافیٔ قابل دی۔
فائده: دَ دې نه معلومه شوه چې کوم ملک کښې مسلمانان په آزادیٔ نهٔ شی وسېدے۔ دَ دین احکام پهٔ څرګنده نهٔ شی ادا کؤلے ، دَ هغې ملک نه هجرت فرض دے۔ اؤ سوا دَ هغه خلقو نه چې واقعی معذور وی اؤ هجرت نهٔ شی کؤلے۔ نورو ته هلته دَ وسېدو اجازت نشته۔
وَ مَنْ یُّهَاجِرْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یَجِدْ فِی الْاَرْضِ مُرٰغَمًا كَثِیْرًا وَّسَعَةً١ؕ وَ مَنْ یَّخْرُجْ مِنْۢ بَیْتِهٖ مُهَاجِرًا اِلَی اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ ثُمَّ یُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَ قَعَ اَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۠۝۱۰۰
اؤ څوک چې وطن پرېږدی دَ الله په لار کښې ، بیا به مومی دَ هغې په بدل کښې ډېر ځائې اؤ فراخی اؤ څوک چې وځی دَ خپل کور نه پهٔ هجرت الله اؤ رسولﷺ طرف ته بیا ېٔ راونیسی مرګ نو مقرر شو دَ هغهٔ ثواب دَ الله سره ، اؤ دے الله بخښونکے مهربانه ، ف۱۵۵
ف۱۵۵: پهٔ دې آیت کښې دَ هجرت کؤلو ترغیب دے اؤ مهاجرینو ته تسّلی ده چې څوک دَ الله دپاره وطن پرېږدی دَ هغهٔ دپاره دَ وسېدو ځائې ډېر وی اؤ هغهٔ ته به فراخ رزق رسی نو پهٔ هجرت کښې دا خطره مهٔ کویٔ چې کور کلے پرېږدو نو استوګه به چرته کوؤ اؤ خورو به څهٔ۔ اؤ دا هم خطره ده کهٔ پهٔ لار کښې مرګ راشی نو نهٔ به دَ دې ځائې شو ، نهٔ دَ هغه ځائې۔ دا خطره هم مهٔ کویٔ ، ځکه چې کهٔ څوک پهٔ لار کښې مړ شو نو هم دَ هجرت ثواب به پوره ورکؤلے شی۔ مرګ خو پهٔ خپله نېټه راځی ، دَ وخت نه مخکښې نهٔ شی راتلې۔
وَ اِذَا ضَرَبْتُمْ فِی الْاَرْضِ فَلَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَقْصُرُوْا مِنَ الصَّلٰوةِ١ۖۗ اِنْ خِفْتُمْ اَنْ یَّفْتِنَكُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا١ؕ اِنَّ الْكٰفِرِیْنَ كَانُوْا لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِیْنًا۝۱۰۱
اؤ کله چې تاسو سفر کویٔ پهٔ ملک کښې نو پهٔ تاسو څهٔ ګناه نشته چې څهٔ کمې وکړیٔ پهٔ نمانځه کښې۔ کهٔ تاسو ویرېږیٔ چې تکلیف به در رسوی کافران ، بې شکه کافران ستاسو څرګند دښمنان دی۔ ف۱۵۶
ف۱۵۶: یعنی کله چې تاسو دَ جهاد دپاره سفر کویٔ اؤ دَ کافرو نه چې ستاسو څرګند دښمان دی دا خطره وی چې موقع به بیا مومی اؤ تاسو ته به تکلیف ورسوی نو نمونځ مختصر کړیٔ یعنی دَ څلور رکعته نمونځ پهٔ ځائې دوه رکعته وکړیٔ۔
فائده: دَ امام ابو حنیفهؒ پهٔ مذهب پهٔ سفر کښې قصر کیږی چې دَ درے(۳) ورځو مزل وی ، دَ دې نه کم کښې قصر جائز نهٔ دے۔ پهٔ دغه وخت کښې چې دا آیت راتلو نو دَ کافرو نه خطره وه۔ بیا چې دا خطره ورکه شوه هم رسول اکرمﷺ پهٔ سفر کښې نمونځ دوه رکعته کړے ، اؤ اصحابوؓ ته ېٔ هم دَ دې تاکید کړے وهٔ۔ اوس حکم دا دے چې خطره وی کهٔ نه خو پهٔ سفر کښې به دَ څلور رکعته نمونځ پهٔ ځائې دوه رکعته کیږی۔ اؤ دا دَ الله تعالیٰ یو فضل اؤ احسان دے۔ دَ شکریٔې سره ېٔ قبول لازمی دی څنګه چې پهٔ احادیثو کښې راغلی دی۔
وَ اِذَا كُنْتَ فِیْهِمْ فَاَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلٰوةَ فَلْتَقُمْ طَآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ مَّعَكَ وَ لْیَاْخُذُوْۤا اَسْلِحَتَهُمْ١۫ فَاِذَا سَجَدُوْا فَلْیَكُوْنُوْا مِنْ وَّرَآىِٕكُمْ١۪ وَ لْتَاْتِ طَآىِٕفَةٌ اُخْرٰی لَمْ یُصَلُّوْا فَلْیُصَلُّوْا مَعَكَ وَ لْیَاْخُذُوْا حِذْرَهُمْ وَ اَسْلِحَتَهُمْ١ۚ وَدَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ تَغْفُلُوْنَ عَنْ اَسْلِحَتِكُمْ وَ اَمْتِعَتِكُمْ فَیَمِیْلُوْنَ عَلَیْكُمْ مَّیْلَةً وَّاحِدَةً١ؕ وَ لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِنْ كَانَ بِكُمْ اَذًی مِّنْ مَّطَرٍ اَوْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَنْ تَضَعُوْۤا اَسْلِحَتَكُمْ١ۚ وَ خُذُوْا حِذْرَكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ اَعَدَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا۝۱۰۲
اؤ چې تهٔ پهٔ دوی کښې موجود وې اؤ مانځهٔ ته ېٔ ودروی نو پکار ده چې یو ټولے دَ دوی ودریږی دَ تاسو سره اؤ ځان سره واخلی خپله وسله ، بیا چې دوی سجده وکړی نو دوی دې یو طرف ته شی ستا دَ خوا نه اؤ را دې شی بله ډله چا چې نمونځ نهٔ دے کړے ، نو دَ تا سره دې نمونځ وکړی اؤ ځان سره دې راواخلی خپل حفاظت اؤ وسله ، کافران غواړی چې تاسو غافل شویٔ دَ خپل سامان اؤ وسلې نه چې یکدم درباندې حمله وکړی ف۱۵۷ اؤ پهٔ تاسو څهٔ ګناه نشته کهٔ تاسو ته څهٔ تکلیف وی دَ باران یا ناجوړه ویٔ چې کوزه کړیٔ خپله وسله۔ اؤ وساتیٔ خپل حفاظت ، ف۱۵۸ بې شکه الله تیار کړے دَ کافرانو دپاره دَ ذلت عذاب، ف۱۵۹
ف۱۵۷: وړومبی آیت کښې دَ سفر دَ نمانځه حکم وهٔ۔ اوس دَ خطرې دَ نمانځه حکم دے یعنی دَ کافرانو سره دَ جنګ پهٔ موقع چې دَ نمانځهٔ وخت راشی نو دَ مسلمانانو لښکر دې دوه ډلې شی۔ یوه ډله دې دَ امام سره پهٔ نمانځه ودریږی بله ډله دې دَ دښمن مقابله کوی۔ چې دا ډله نیم نمونځ وکړی نو دوی دې دَ دښمن مقابلې ته لاړ شی اؤ هغه بله ډله دې امام پسې ودریږی۔ چې امام سلام وجارباسی نو دواړه ډلې دې خپل باقی نمونځ جُدا جُدا پوره کړی۔ دَ ماښام نمانځه کښې به اوله ډله دوه رکعته اؤ دویمه یو رکعت دَ امام سره وکړی۔ پهٔ داسې وخت کښې دا تلهٔ راتلهٔ نمانځه کښې معاف دی ، پهٔ دې نمونځ نهٔ ماتیږی۔ اؤ تُوره ډال وغېره وسله هم ځان سره ساتل ضروری دی، چې کفار ناڅاپه حمله ونهٔ کړی۔
ف۱۵۸: یعنی کهٔ دَ باران یا بیماریٔ دَ کمزورتیا پهٔ وجه ورته وسله ګرځول ګران وی نو دَ وسلې کوزؤلو اجازت شته خو زغره اؤ ډال وغېره دَ بچاؤ سامان دې ضرور ځان سره ساتی۔
فائدہ: کهٔ دَ دښمن دَ خطرې نه دومره فرصت هم نهٔ وی چې پهٔ دې طریقه نمونځ وکړې شی نو دَ جمعې نمونځ دې پرېږدی ، ځان ځان ته دې نمونځ وکړی۔ کهٔ پهٔ زمکه کؤلے شی ګنی دَ سورلۍ دپاسه دې پهٔ اشاره وکړی۔ کهٔ تود جنګ وی اؤ داسې هم نهٔ شی کؤلے نو بیا دې ېٔ قضا وکړی۔ چې څهٔ وخت خطره ورکه شی۔
ف۱۵۹: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ حکم مطابق پهٔ تدبیر اؤ احتیاط سره کار کویٔ اؤ دَ الله دَ فضل طمع لریٔ۔ هغه به ستاسو دَ لاسه کافران خوار اؤ ذلیل کړی۔ دَ کفّارو نه خطره مهٔ کویٔ۔
فَاِذَا قَضَیْتُمُ الصَّلٰوةَ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ قِیٰمًا وَّ قُعُوْدًا وَّ عَلٰی جُنُوْبِكُمْ١ۚ فَاِذَا اطْمَاْنَنْتُمْ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ١ۚ اِنَّ الصَّلٰوةَ كَانَتْ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ كِتٰبًا مَّوْقُوْتًا۝۱۰۳
بیا چې تاسو نمونځ پوره کړیٔ ، نو یاد کړیٔ الله پهٔ ولاړه پهٔ ناستی اؤ پهٔ پروتی، ف۱۶۰ بیا چې خطره ورکه شی نو پوره کویٔ نمونځ ، بې شکه نمونځ پهٔ مسلمانانو فرض دے پهٔ خپل مقرره وختونو کښې۔ ف۱۶۱
ف۱۶۰: یعنی دَ خطرې پهٔ وخت کښې کهٔ دَ بې اطمینانیٔ پهٔ وجه نمانځه کښې څهٔ کوتاهی وشی نو دَ خطرې ختمېدو نه پس پهٔ هر حالت کښې دَ الله ذکر کویٔ۔ پهٔ ولاړې وی کهٔ پهٔ ناستې کهٔ پهٔ پروتې تر دې چې دَ سخت جنګ پهٔ وخت کښې هم۔ ځکه چې دَ وخت مقررتیا اؤ نوره پابندی دَ نمانځهٔ پهٔ حالت کښې ده۔ اؤ صرف دَ الله ذکر خو پهٔ هر وخت اؤ هر حالت کښې کېدے شی۔ پهٔ هغې څهٔ پابندی نشته ، نو دَ الله ذکر نه هېڅ وخت کښې مهٔ غافل کېږیٔ۔ دَ دې آیت پهٔ تفسیر کښې حضرت ابن عبّاسؓ فرمائی چې صرف هغه مسلمان چې عقل اؤ حواس ېٔ مغلوب شوے وی (لیونے وی یا بې خوده وی) معذور دے ګنی بل مسلمان هېڅ وخت کښې دَ الله دَ یاد نه معذور کېدے نهٔ شی (یعنی غفلت ورته معاف کېدے نهٔ شی)
ف۱۶۱: یعنی کله چې خوف ختم شی اؤ تاسو پهٔ آرام شیٔ نو بیا نمونځ ښهٔ پهٔ اطمینان دَ تعدیلِ ارکان سره کویٔ اؤ دَ ټولو شرطونو اؤ آدابو خیال ساتیٔ۔ بېشکه نمونځ فرض دے۔ پهٔ مقرر وختونو کښې دَ سفر اؤ کلی اؤ خطرې هر حالت کښې هم پهٔ دغه مقررو وختونو کښې ېٔ ادا کؤل ضروری دی۔ دا نه چې کله ورته څوک وزګار شو۔ مطلب دا دے چې دَ نمانځه متعلق الله تعالیٰ پوره ضابطه مقرر کړے ده ، چې دَ سفر حالت کښې به داسې نمونځ کویٔ دَ خطرې وخت کښې داسې۔ دَ بیماریٔ حالت کښې داسې اؤ دَ کور اؤ دَ صحت دَ اطمینان پهٔ وخت کښې به دَ پوره ضابطو اؤ پابندو خیال ساتیٔ اؤ غفلت به نهٔ کویٔ۔
وَ لَا تَهِنُوْا فِی ابْتِغَآءِ الْقَوْمِ١ؕ اِنْ تَكُوْنُوْا تَاْلَمُوْنَ فَاِنَّهُمْ یَاْلَمُوْنَ كَمَا تَاْلَمُوْنَ١ۚ وَ تَرْجُوْنَ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا یَرْجُوْنَ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا۠۝۱۰۴
اؤ سستی مهٔ کویٔ پهٔ دوی پسې تللو کښې کهٔ تاسو بې آرامه کېږیٔ نو هغوی هم بې آرامه کیږی څنګه چې تاسو کېږیٔ ، اؤ تاسو ته دَ الله هغه طمعه ده چې هغوی ته نشته اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبردار دَ حکمت خاوند دے، ف۱۶۲
ف۱۶۲: یعنی دَ کافرانو پهٔ تلاش اؤ تعاقب کښې دَ همّت نه کار واخلیٔ ، سستی مهٔ کویٔ۔ کهٔ تاسو ته پهٔ جنګ کښې څهٔ زخم اؤ تکلیف رسېدلے دے نو دا تکلیف خو هغوی ته هم رسېدلے دے اؤ تاسو ته دَ الله تعالیٰ نه داسې امیدونه دی چې هغوی ته نشته (یعنی پهٔ دنیا کښې پهٔ کافرو غلبه اؤ پهٔ آخرت کښې بې شانه اجرونه) اؤ الله تعالیٰ ستاسو پهٔ فائدو اؤ مصلحتونو ښهٔ پوهیږی اؤ ستاسو پهٔ اعمالو ښهٔ خبر دے۔ نو دَ هغهٔ چې کوم حکم دے پهٔ هغې کښې هم ستاسو دَ دین اؤ دنیا دواړو فائده ده۔ نو پهٔ دې حکم پوره کؤلو کښې سستی مهٔ کوه۔
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَیْنَ النَّاسِ بِمَاۤ اَرٰىكَ اللّٰهُ١ؕ وَ لَا تَكُنْ لِّلْخَآىِٕنِیْنَ خَصِیْمًاۙ۝۱۰۵
بې شکه مونږ نازل کړے پهٔ تا باندې کتاب رښتونے ، چې تهٔ انصاف وکړې دَ خلقو تر مینځه ، څنګه چې وښائی تا ته الله اؤ تهٔ مهٔ کېږه دَ ټګانو دَ طرفه جګړه کؤنکے۔ ف۱۶۳
ف۱۶۳: پهٔ منافقانو اؤ کمزورې عقیدې مسلمانانو کښې به دَ چا نه څهٔ ګناه وشوه نو هغوی به دَ سزا اؤ بدنامیٔ نه بچ کېدو دپاره بهانې جوړؤلے۔ چې حضورﷺ ته بې ګناه ښکاره شو اؤ پهٔ خپلو کښې به ېٔ صلاح مصلحت وکړو۔ خبره به ېٔ پهٔ بل بې ګناه ور وتپله۔ یو ځل یو سړی دَ بل مسلمان کنډر کړے وهٔ۔ څهٔ وصله اؤ یو کڅوړه دَ وړو ېٔ پټه کړے وه۔ کڅوړه کښې چرته نرے سورے وهٔ۔ دَ وړو لیکه دَ غل تر کوره تللې وه۔ هغه سړی دا چل وکړو چې وړهٔ ېٔ دَ خپل کور نه پهٔ هغه شپه یوړل۔ دَ یهودی کره ېٔ امانت کښېښول۔ سحر دَ وړو پهٔ نشانه پسې دَ کور خاوند دَ هغه سړی کورته لاړو۔ تلاشی ېٔ وکړه خو دَ هغهٔ کره څهٔ پیدا نهٔ شو۔ غل قسم وخوړو چې زهٔ دَ هېڅ نه نهٔ یم خبر۔ هغه بیا دَ وړو پهٔ نښانه پسې دَ یهودی کور ته ورسېدو۔ یهودی ورته ووېٔ چې دَ وړو کڅوړه زما کره شته خو بېګاه فلانی سړی راسره امانت یٔښې ده۔ زهٔ غل نهٔ یم۔ دَ کور خاوند معامله دَ حضور اکرمﷺ پهٔ دربار کښې پېش کړه۔ غل اؤ دَ هغهٔ قوم اتفاق وکړو چې هر څهٔ چې وی ، دې به دَ غلا دَ الزام نه بچ کوؤ۔ اؤ دغه یهودی به غل کوؤ۔ نو دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مخکښې ټولو دَ دغه سړی دَ پاکیٔ دپاره قسمونه وخوړل چې دې غل نهٔ دے۔ دغه یهودی پهٔ خپله غلا کړے ده۔ الله تعالیٰ پهٔ دې باره کښې ګڼ آیتونه نازل کړل۔ حضور اکرمﷺ خلق خبر کړل چې غل دغه مسلمان دے۔ یهودی ګنهګار نهٔ دے۔ دَ دې آیت مطلب دا دے چې اے رسولهﷺ مونږ پهٔ تا باندې رښتونے کتاب دې دپاره نازل کړے دے چې تهٔ دَ دې موافق پهٔ خلقو کښې نیک وی اؤ کهٔ بد ، کافر وی اؤ کهٔ مسلمان پهٔ حق اؤ انصاف فیصلې وکړې۔ څوک چې ټګان وی دَ هغوی دَ قسمونو اؤ خبرو اعتبار مهٔ کوه۔ دَ دوی پهٔ قسمونو یو بې ګناه باندې الزام مهٔ لګوه۔ اؤ دَ دې ټګ مارو مجرمانو دَ قسمونو په وجه دَ هغه بې قصوره سره جګړه مهٔ کوه۔
وَّ اسْتَغْفِرِ اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًاۚ۝۱۰۶
اؤ بخښنه وغواړه دَ الله نه ، بې شکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۶۴
ف۱۶۴: یعنی دَ تحقیق نه وړومبے صرف دَ ظاهری حالت پهٔ وجه غل بری کؤل اؤ بې ګناه یهودی غل ګڼل ستا دَ عظمت اؤ شان سره مناسب نهٔ دی۔ دَ دې دپاره بخشش وغواړه۔ پهٔ دې هغه مخلصانو مسلمانانو ته خبردارے ورکړې شو۔ چا چې دَ اسلامی تعلق پهٔ وجه پهٔ مسلمان حسنِ ظن کؤلو ، دَ هغهٔ طرفدار وو اؤ پهٔ یهودی ېٔ دَ غلا ګمان کؤلو۔
وَ لَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِیْنَ یَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا اَثِیْمًاۚۙ۝۱۰۷
اؤ جګړه مهٔ کوه دَ هغه کسانو دَ طرف نه چې پهٔ زړونو کښې ټګی ساتی۔ بې شکه الله نهٔ خوښوی ټګ اؤ ګنهګار۔
یَّسْتَخْفُوْنَ مِنَ النَّاسِ وَ لَا یَسْتَخْفُوْنَ مِنَ اللّٰهِ وَ هُوَ مَعَهُمْ اِذْ یُبَیِّتُوْنَ مَا لَا یَرْضٰی مِنَ الْقَوْلِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطًا۝۱۰۸
دوی شرمیږی دَ خلقو نه اؤ نهٔ شرمیږی دَ الله نه اؤ هغه دَ دوی سره دے کله چې دوی دَ شپې صلاح ګانې کوی پهٔ داسې خبره کښې چې الله پهٔ هغې راضی نهٔ دے ، اؤ څهٔ چې دوی کوی دا ټول دَ الله پهٔ قابو کښې دی۔ ف۱۶۵
ف۱۶۵: پهٔ وړومبنی آیت کښې چې دَ دغه کسانو ټګی اؤ بدی څرګنده شوه نو شاید چې رسول اکرمﷺ دَ خپل طبعی شفقت اؤ اُمت سره دَ محبّت پهٔ وجه دَ هغوی دپاره دَ الله نه معافی وغوښته۔ پهٔ دې باندې حضور اکرمﷺ ته دا ارشاد دے چې تهٔ دَ داسې خلقو دپاره دَ الله سره جګړه ولې کوے۔ داسې خلق دَ الله خوښ نهٔ دی۔ دوی دَ شپې خپلو کښې پټې پټې ناروا صلاح ګانې کوی۔ دوی دَ خلقو نه خو شرمیږی اؤ دَ الله نه شرم نهٔ کوی چې هر وخت ورسره دے اؤ پهٔ هر حال ېٔ خبر دے۔ اؤ کهٔ حضور اکرمﷺ دَ هغوی دپاره معافی غوښتې نهٔ وې هم دا احتمال وهٔ چې وغواړی نو الله تعالیٰ دَ وخته منع کړو۔ لکه دَ ابراهیمؑ قصه کښې چې الله تعالیٰ فرمائی: یُجَادِلُنَا فَیْ قَوۡمِ لُوْطٍ اِنَّ اِبْرَاہِیْمَ لَحَلِیْمٌ اَوَّاہٌ مُّنِیْبٌ۔
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ جٰدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١۫ فَمَنْ یُّجَادِلُ اللّٰهَ عَنْهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَمْ مَّنْ یَّكُوْنُ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا۝۱۰۹
اوریٔ! تاسو جګړه کویٔ دَ دوی دپاره دَ دنیا پهٔ ژوند کښې نو څوک به جګړه کوی دَ الله سره دَ دوی دپاره دَ قیامت پهٔ ورځ یا څوک به وی دَ دوی کارساز ف۱۶۶
ف۱۶۶: پهٔ دې آیت کښې غل اؤ دَ غل قوم ته خطاب دے ، چا چې دَ غل طرفداری کؤله چې الله تعالیٰ ته خو حقیقت معلوم دے۔ ستاسو دا بې ځایه حمایت ورته پهٔ قیامت کښې څهٔ فائده نهٔ شی رسؤلے۔ دَ غلا سزا به خوری۔
وَ مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا اَوْ یَظْلِمْ نَفْسَهٗ ثُمَّ یَسْتَغْفِرِ اللّٰهَ یَجِدِ اللّٰهَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۝۱۱۰
اؤ څوک چې ګناه وکړی یا دَ خپل ځان سره بد وکړی بیا دَ الله نه معافی وغواړی ، نو بیا به مومی الله بخښونکے مهربانه ف۱۶۷
ف۱۶۷: دَ سُوء اؤ ظلم نه واړهٔ اؤ غټ ګناهونه مراد دی۔ یا دَ سُوء نه مراد هغه ګناهونه دی چې بل ته پرې تکلیف رسی۔ لکه تهمت وغېره اؤ دَ ظلم نه مراد هغه ګناهونه دی چې خپل ځان ته ېٔ نقصان وی۔ یعنی ګناه هر څنګه چې وی دَ هغې علاج استغفار اؤ توبه دے۔ پهٔ توبه الله تعالیٰ ګناهونه معاف کوی۔ کهٔ بنیادم یو مجرم پهٔ څهٔ چل دَ دنیاوی سزا نه بچ کړی ، یا ېٔ بې قصوره ثابت کړی نو پهٔ دې دَ هغهٔ پهٔ جرم کښې څهٔ کمې نهٔ راځی۔ پهٔ آخرت کښې به پوره سزا ورکؤلے شی۔ البته پهٔ توبه اؤ استغفار دَ آخرت دَ عذاب نه بچ کېدے شی۔ پهٔ دې کښې مجرم ته اؤ دَ هغهٔ طرفدارو ټولو ته چې کهٔ پهٔ قصد ېٔ طرفداری کړی وی اؤ کهٔ پهٔ ناپوهیٔ دَ توبې وېستلو حکم دے۔ پهٔ دې کښې دې طرف ته هم اشاره ده۔ کهٔ اوس هم څوک توبه نهٔ وباسی اؤ پهٔ خپل خیال قائم وی نو هغه به دَ الله دَ رحمت نه محروم وی۔
وَ مَنْ یَّكْسِبْ اِثْمًا فَاِنَّمَا یَكْسِبُهٗ عَلٰی نَفْسِهٖ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا۝۱۱۱
اؤ څوک چې ګناه وکړی نو هغه ېٔ کوی هم پهٔ خپل حق کښې اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبردار دَ حکمت خاوند دے، ف۱۶۸
ف۱۶۸: یعنی څوک چې پهٔ قصد ګناه کوی دَ هغې سزا به هم هغهٔ ته ورکؤلے شی ، بل چا ته نهٔ شی ورکېدے۔ داسې خو هغه څوک کؤلے شی چې دَ حقیقت نه خبر نهٔ وی۔ الله تعالیٰ خو علیم اؤ حکیم دے۔ دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې دا ګنجائش نشته چې دَ یو پهٔ ګناه بل راګېر شی۔ هغه دَ حقیقت نه ښهٔ خبر دے نو اوس دَ غلا الزام پهٔ بل لګؤلو کښې څهٔ خیر نشته۔
وَ مَنْ یَّكْسِبْ خَطِیْٓئَةً اَوْ اِثْمًا ثُمَّ یَرْمِ بِهٖ بَرِیْٓـًٔا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَّ اِثْمًا مُّبِیْنًا۠۝۱۱۲
اؤ څوک چې وکړی غلطی یا ګناه بیا تهمت لګوی پهٔ بل چا بې ګناه باندې نو هغهٔ پهٔ خپل سر واخستو یو طوفان اؤ څرګنده ګناه، ف۱۶۹
ف۱۶۹: یعنی چا چې وړه یا غټه ګناه وکړه اؤ دَ هغې الزام ېٔ پهٔ بل بې ګناه ولګؤلو نو هغهٔ خو دوه ګناهونه پهٔ سر واخستل ، یو دَ تهمت اؤ بل دَ اصل ګناه۔ نو پهٔ یهودی باندې دَ غلا الزام لګؤلو کښې دوی ته څهٔ خیر ونهٔ شو بلکې زیات نقصان ېٔ وکړو۔
وَ لَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ وَ رَحْمَتُهٗ لَهَمَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ اَنْ یُّضِلُّوْكَ١ؕ وَ مَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَ مَا یَضُرُّوْنَكَ مِنْ شَیْءٍ١ؕ وَ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ عَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ١ؕ وَ كَانَ فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ عَظِیْمًا۝۱۱۳
اؤ کهٔ نهٔ وې دَ الله فضل پهٔ تا اؤ دَ هغهٔ رحمت نو نیت کړے وهٔ دَ دوی یوې ډلې چې تا وغلوی۔ اؤ نهٔ شی غولؤلے مګر خپل ځانونه اؤ تا ته هېڅ ضرر نهٔ شی رسؤلے۔ اؤ نازل کړو الله پهٔ تا باندې کتاب اؤ حکمت اؤ تا ته ېٔ وښیٔلې هغه خبرې چې تا ته نهٔ وې معلومې اؤ دَ الله فضل پهٔ تا باندې ډېر لوئے دے۔ ف۱۷۰
ف۱۷۰: پهٔ دې آیت کښې حضور اکرمﷺ ته خطاب دے اؤ دَ هغوی دَ لوییٔ اؤ عظمت اظهار دے۔ اؤ دا اظهار دے چې حضور پهٔ کمالِ علم کښې چې پهٔ ټولو کمالونو کښې سوا دے ، دَ ټولو نه افضل اؤ اعلٰی دے۔ پهٔ دې کښې اشاره ده دې خبرې ته چې دَ هغې خلقو دَ قسمونو اؤ بیانونو پهٔ وجه دَ هغهٔ دَ پاکیٔ خیال راغلے وهٔ۔ څهٔ دا نهٔ چې ګنی ناحق ېٔ دَ غل پره کؤله اؤ کله چې دَ الله پهٔ فضل ورته حقیقتِ حال څرګند شو نو خبره ختمه شوه۔ دَ دې ټولو خبرو نه مقصد دا دے چې بیا دپاره څوک دَ حضور اکرمﷺ ته دَ دوکې ورکؤلو کوشش ونهٔ کړی اؤ حضورﷺ هم بیا دَ خپل عظمتِ شان مطابق غور اؤ احتیاط کوی۔
لَا خَیْرَ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنْ نَّجْوٰىهُمْ اِلَّا مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوْفٍ اَوْ اِصْلَاحٍۭ بَیْنَ النَّاسِ١ؕ وَ مَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا۝۱۱۴
څهٔ خیر نشته دَ هغوی پهٔ اکثرو مشورو کښې بې دَ دې نه چې څوک چا ته ووائی دَ صدقې کؤلو یا نیک کار کؤلو یا دَ خلقو ترمینځه دَ صلحې کؤلو اؤ څوک چې دا کار وکړی دَ الله دَ رضا دپاره نو مونږ به ورکړو هغوی ته غټ ثواب۔ ف۱۷۱
ف۱۷۱: منافقانو به حضور اکرمﷺ ته پهٔ غوږ کښې پټه خبره کؤله چې دَ خلقو ورباندې اعتماد پیدا شی چې (دا سړے خو دَ حضور اکرمﷺ رازدار دے پټې خبرې ورسره کوی) بیا به ېٔ پهٔ مجلس کښې پهٔ خپلو کښې پټې خبرې کؤلے۔ دَ چا عیب جوئی ، دَ چا غیبت ، دَ چا شکایت۔ دَ دې متعلق ارشاد دے چې څوک پهٔ مجلس کښې پټې خبرې کوی ، دَ هغهٔ پهٔ خبرو کښې څهٔ خیر نشته دَ صفا اؤ رښتونې خبرې پټؤلو ته څهٔ حاجت نهٔ وی۔ پهٔ دې کښې ضرور څهٔ ټګی وی۔ البته کهٔ څوک دَ صدقې ، خیرات خبره پټوی چې اخستونکی ته شرم ورنهٔ شی نو خیر دے یا څوک ناواقفه دَ څهٔ غلطیٔ نه خبر وی اؤ سمه خبره ورته پټه غوندې کوی چې نور څوک ترېنه خبر نهٔ شی یا دَ دوؤ کسو مینځ کښې دَ صلحې تدبیر کوی نو دَ هغې پټ ساتل خیر دے۔ پهٔ آخر کښې ارشاد دے چې دا ټول کارونه دَ ثواب هله وی چې خالص دَ الله دَ رضا دپاره وی ، دَ ریا اؤ دنیاوی غرض دپاره نهٔ وی۔
وَ مَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُوْلَ مِنْۢ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُ الْهُدٰی وَ یَتَّبِعْ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهٖ مَا تَوَلّٰی وَ نُصْلِهٖ جَهَنَّمَ١ؕ وَ سَآءَتْ مَصِیْرًا۠۝۱۱۵
اؤ څوک چې مخالفت وکړی دَ رسولﷺ پس دَ دې نه چې څرګنده شوه هغهٔ ته نیغه لار اؤ لاړ شی دَ ټولو مسلمانانو دَ لارې نه پهٔ بله نو حواله به کړو مونږ هغه هغې طرف ته کوم چې هغهٔ خوښ کړو اؤ وبه ېٔ غورزوو دوزخ کښې اؤ هغه ډېر ناکاره ځائې ته ورسېدو، ف۱۷۲
ف۱۷۲: یعنی کله چې حق خبره څرګنده شی بیا هم څوک دَ رسولﷺ دَ حکم خلاف وکړی اؤ دَ ټولو مسلمانانو نه جُدا ځان ته بله لار خوښه کړی نو دَ هغهٔ ځائې دوزخ دے۔ لکه دا غل چې دَ جرم دَ اقرار اؤ توبې ویستو پهٔ ځائې دَ لاس پرېکېدو دَ ویرې مکّې ته وتښتېدو اؤ دَ مشرکانو سره ملګرے شو۔
فائده: عالمانو دَ دې آیت نه دا مسئله راویستې ده چې دَ اجماعِ اُمت نه مخالفت اؤ منکر دوزخی دے۔ دَ اُمت اجماع منل فرض دی۔ حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ مسلمانانو پهٔ جماعت باندې دَ الله لاس دے چا چې دَ جماعت نه جُدا لار ونیوه۔ هغه جهنم ته پرېوتو۔
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَ یَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ مَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًۢا بَعِیْدًا۝۱۱۶
بېشکه الله نهٔ بخښی چې څوک دَ هغهٔ سره بل شریک کړی اؤ بخښی دَ دې نه علاوه څوک چې ېٔ خوښ وی ف۱۷۳ اؤ چا چې دَ الله سره شریک جوړ کړو نو هغه تیروتو ډېر لرې پرېوتو۔ ف۱۷۴
ف۱۷۳: یعنی دَ شرک نه کمه ګناه چې ېٔ چا ته خوښه وی بخښی۔ لېکن شرک هرګز نه معاف کوی۔ نو غلا کؤل اؤ تهمت لګؤل هم غټه ګناه ده خو کهٔ دې سړی توبه ویستې وې اؤ پښیمانه شوے وې نو کېدے شی چې الله تعالیٰ ورته دا ګناه معاف کړے وې۔ خو اوس چې دهٔ دَ رسول اکرمﷺ دَ حکم نه انکار وکړو اؤ مشرکانو سره ملګرے شو نو اوس ېٔ دَ معافیٔ څهٔ احتمال پاتې نهٔ شو۔
فائده: دې نه معلومه شوه چې شرک یواځې دا نهٔ دے چې دَ الله نه بغېر دَ بل چا عبادت وکړی۔ بلکې دَ الله دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ بل چا حکم خوښول۔ دا هم شرک دے۔
ف۱۷۴: پهٔ ګمراهیٔ کښې لرې وتو۔ ځکه چې هغه خو دَ الله دَ حکم نه منکر شو اؤ دَ الله پهٔ مقابله کښې ېٔ دَ شیطان ملګرتیا خوښه کړه۔ نو دَ الله دَ رحمت اؤ بخشش نه ډېر لرې پرېوتو۔ نو اوس دَ رحمت څهٔ طمع کوی۔ دَ داسې کس معاف کؤل خو دَ حکمت نه هم خلاف وی۔ ځکه الله تعالیٰ داسې کسان دَ خپل رحمت نه بالکل مایوسه کوی۔ اؤ مسلمان هر څومره کهٔ ګنهګار وی دَ هغهٔ نقصان صرف دَ عمل وی۔ عقیده ېٔ برابره وی اؤ تعلق ېٔ دَ الله اؤ رسولﷺ سره قائم وی۔ دَ هغهٔ دَ معافیٔ طمع شته۔ زر وی کهٔ پس الله تعالیٰ به ورته معافی وکړی کله چې ېٔ خوښه شی۔ دائمی دوزخ ورته نشته۔
اِنْ یَّدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلَّاۤ اِنٰثًا١ۚ وَ اِنْ یَّدْعُوْنَ اِلَّا شَیْطٰنًا مَّرِیْدًاۙ۝۱۱۷
نهٔ بلی دوی دَ الله نه سوا مګر ښځې ، اؤ نهٔ بلی دوی مګر شیطان سرکشه۔
لَّعَنَهُ اللّٰهُ١ۘ وَ قَالَ لَاَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًاۙ۝۱۱۸
چې لعنت پرې ووېٔ الله ، ف۱۷۵ اؤ ووېٔ شیطان زهٔ به ضرور اخلم ستا دَ بندیانو نه یوه مقرره حصه ف۱۷۶
ف۱۷۵: یعنی دې مشرکانو چې دَ الله نه سوا کوم معبودان جوړ کړی دی نو دَ دغه بوتانو نومونه ېٔ دَ ښځو پهٔ شان ایښی دی۔ لکه عزّٰی۔ مناة۔ نائله وغېره۔ اؤ کهٔ اصل ته وکتې شی نو دا مشرکان دَ شیطان لعین عبادت کوی۔ هم دَ هغهٔ پهٔ لمسه دوی دَ بتانو عبادت کوی۔ شیطان پهٔ دغه خوشحالیږی۔
دَ دې جاهلانو حماقت ته وګوریٔ چې دَ الله نه بغېر ېٔ بل معبود جوړؤلو۔ نو هغه ېٔ دَ کاڼی بتان جوړ کړل چې هېڅ حس و حرکت نهٔ لری۔ بیا پهٔ هغوی ېٔ دَ ښځو پهٔ شان نومونه کښېښول اؤ دا هم دَ شیطان لعین پهٔ لمسه۔ اؤ دَ شیطان دَ خوشحالؤلو دپاره دَ کاڼی عبادت کؤل دومره غټ حماقت دے چې دَ دې نه زیات بل نشته۔
ف۱۷۶: کله چې شیطان آدمؑ ته دَ سجدې نهٔ کؤلو پهٔ وجه مردود شو نو هغهٔ پهٔ هغه وخت ووېٔ۔ زهٔ خو تباه شوم خو زهٔ به هم دَ دې آدمؑ اولاد تباه و برباد کړم، یوه لویه حصه به ېٔ ګمراه کړم۔ دَ جهنم خوراک به شی۔ مطلب دا چې شیطان خو دَ بنیادم دَ وړومبیٔ ورځې راسې دښمن دے اؤ ښهٔ پهٔ څرګنده دښمن دے۔ نو دَ داسې څرګنده دښمن پهٔ خبره عمل کؤل اؤ هغه خوشحالؤل اؤ خپل خالق خفه کؤل څومره غټ حماقت دے۔ دَ مقررې حصې اخستو مطلب دا هم کېدے شی چې بنیادم به پهٔ خپل مال کښې زما برخه کوی۔ لکه دَ بتانو ، پیریانو یا نورو داسې غېر الله پهٔ نوم نذر ، نیاز منل دا ټوله دَ شیطان برخه ده۔
وَّ لَاُضِلَّنَّهُمْ وَ لَاُمَنِّیَنَّهُمْ وَ لَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُبَتِّكُنَّ اٰذَانَ الْاَنْعَامِ وَ لَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُغَیِّرُنَّ خَلْقَ اللّٰهِ١ؕ وَ مَنْ یَّتَّخِذِ الشَّیْطٰنَ وَلِیًّا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِیْنًاؕ۝۱۱۹
اؤ دوی به تېر باسم اؤ دوی ته به طمع ورکوم اؤ دوی ته به ښیٔم چې څیری کوی دَ څاروو غوږونه اؤ دوی ته به ښیٔم چې بدلوی دَ الله جوړ کړی شکلونه۔ ف۱۷۷ اؤ چا چې شیطان دوست کړو الله ېٔ پرېښودو نو هغه پهٔ څرګنده تاوان کښې پرېوتو ،
ف۱۷۷: یعنی کوم خلق چې زما پهٔ حصه کښې راشی هغوی به دَ حق لارې نه ګمراه کړم دنیاوی ژوند اؤ دنیاوی خواهشات به ورته مخکښې کړم ، اؤ دَ آخرت ، دَ قیامت اؤ حساب کتاب نه به ېٔ غافل کړم اؤ دا تعلیم به ورکوم چې دَ څاروو غوږونه څیری کړی اؤ دَ بتانو پهٔ نوم ېٔ آزاد کړی اؤ دَ الله تعالیٰ پیدا کړی شکلونه اؤ دَ الله تعالیٰ مقرر کړے خبرې بدلې کړی۔
فائده: دَ مشرکانو دا دستور وهٔ چې دَ غوا ، اوښ ، ګډې بیزې بچې به ېٔ دَ بُت پهٔ نوم کړو۔ غوږونه به ېٔ ورته څیری کړل ، یا بل څهٔ نخښه به ېٔ پرې وکړه چې پېژندے شی۔ اؤ دغسې به ېٔ آزاد پرېښو(هغه به هر چرته چې ګرځېدو چا به ورته غږ نهٔ شو کؤلے) صورت بدلؤل داسې لکه هیجړا کؤل چې بیا ېٔ ږیره نهٔ کیږی اؤ دَ ښځو پهٔ شان شی۔ یا پهٔ بدن باندې پهٔ ستن یا پهٔ مشین پاخهٔ خالونه وهل یا نور څهٔ ګلونه جوړؤل یا دَ ماشومانو پهٔ سر دَ چا پهٔ نوم بودۍ ساتل۔ مسلمانانو دَ دې کارونو نه بچ کېدل ضروری دی۔ ږیره کلؤل هم شکل بدلؤلو کښې شماریږی۔
دَ الله تعالیٰ پهٔ حکمونو کښې څهٔ تبدیلی راوستل سخته ګناه ده۔ کوم څیز چې الله تعالیٰ حرام کړے دے هغه حلال ګڼل یا کوم څیز چې الله تعالیٰ حلال کړے دے هغه حرام ګڼل بنده دَ اسلام نه وباسی۔ نو څوک چې پهٔ داسې قسم کارونو کښې مبتلا شو هغه دې پوهه شی چې دَ شیطان پهٔ مقرره حصه کښې داخل شو۔
یَعِدُهُمْ وَ یُمَنِّیْهِمْ١ؕ وَ مَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا۝۱۲۰
وعدې کوی دَ دوی سره آؤ طمع ورکوی ، اؤ څهٔ وعدې چې دوی سره شیطان کوی هغه ټول فریب دے۔
اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ١٘ وَ لَا یَجِدُوْنَ عَنْهَا مَحِیْصًا۝۱۲۱
دَ داسې خلقو ځائې دوزخ دے اؤ نهٔ به مومی دَ هغې نه چرته دَ تېښتې ځائې ف۱۷۸
ف۱۷۸: یعنی چې دَ شیطان دَ شرارت ، دښمنیٔ اؤ خباثت حال پوره معلوم شو نو اوس پهٔ دې کښې شک نشته چې څوک دَ خپل حقیقی معبود نه دَ شیطان ډلې ته واؤړېدو نو هغه سخت تاوان کښې پرېوتو۔ دَ شیطان ټولې وعدې اؤ ټولې طمعې خالصه دوکه ده۔ نتیجه ېٔ دا ده چې داسې کسان به همېشه پهٔ دوزخ کښې پراتهٔ وی اؤ دَ خلاصی درک به ېٔ نهٔ لګی۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا١ؕ وَ مَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ قِیْلًا۝۱۲۲
اؤ چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک عمل ېٔ وکړو نو مونږ به ېٔ داخل کړو پهٔ داسې باغونو کښې چې بهیږی ترې لاندې ولې ، وسی دې پکښې همېشه دپاره ، وعده ده دَ الله رښتونی اؤ دَ الله نه رښتونے څوک دے۔ ف۱۷۹
ف۱۷۹: اؤ کوم کسان چې دَ شیطان دَ فریب نه بچ شول ، پهٔ خپل خالق ېٔ ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل همېشه دپاره به پهٔ باغونو اؤ عیش و آرام کښې وی۔ دا دَ الله تعالیٰ وعده ده اؤ دَ الله خبرې رښتیا دی۔ نو داسې رښتونی وعده پرېښول اؤ دَ شیطان پهٔ فریب کښې راتلل څومره غټه بې وقوفی ده۔
لَیْسَ بِاَمَانِیِّكُمْ وَ لَاۤ اَمَانِیِّ اَهْلِ الْكِتٰبِ١ؕ مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا یُّجْزَ بِهٖ١ۙ وَ لَا یَجِدْ لَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّ لَا نَصِیْرًا۝۱۲۳
نهٔ دَ ستاسو پهٔ امیدونو ده اؤ نهٔ دَ اهلِ کتابو پهٔ امیدونو اؤ څوک چې ناکاره کار کوی دَ هغې سزا به مومی اؤ نهٔ به مومی دَ الله نه بغېر څوک خپل ملګرے اؤ نهٔ مددګار۔
وَ مَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنْثٰی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَ لَا یُظْلَمُوْنَ نَقِیْرًا۝۱۲۴
اؤ څوک چې نیک کارونه وکړی سړے وی کهٔ ښځه اؤ هغه ایماندار وی نو هم دغه خلق به داخلیږی جنت ته اؤ دَ دوی حق به نهٔ بربادیږی دَ کونځلې برابر هم، ف۱۸۰
ف۱۸۰: دَ اهلِ کتابو (یهودیانو اؤ عیسایانو) دا خیال وهٔ چې مونږ دَ الله خاص بندګان یو۔ پهٔ کومو کارونو چې نور خلق نیسی پهٔ هغې به مونږ نهٔ نیسی اؤ زمونږ نیکونه چې پېغمبران تېر شوی دی هغوی به زمونږ حماقت کوی اؤ دَ عذاب نه به مو بچ کوی۔ دَ ځنې کم فهمه مسلمانانو هم پهٔ خپل حق کښې دغه شان خیال دے۔ الله تعالیٰ فرمائی چې ثواب اؤ عذاب دَ چا پهٔ امیدونو موقوف نهٔ دے۔ څوک چې ناکاره کار کوی سزا به مومی۔ هر څوک چې وی ، دَ الله دَ عذاب پهٔ وخت کښې ېٔ هېڅوک امداد نهٔ شی کؤلے اؤ څوک چې نیک کارونه کوی اؤ ایماندار هم وی داسې خلقو ته به دَ خپلې نیکیٔ پوره اجر ورکؤلے شی۔ یوه زرّه حق به ېٔ نهٔ بربادیږی۔ دَ ثواب اؤ عذاب تعلق دَ عمل سره دے ، دَ چا پهٔ خواهش اؤ طمع هېڅ نهٔ کیږی نو هسې طمع پرېږدیٔ اؤ عمل ته ملا وتړیٔ۔
وَ مَنْ اَحْسَنُ دِیْنًا مِّمَّنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَ هُوَ مُحْسِنٌ وَّ اتَّبَعَ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا١ؕ وَ اتَّخَذَ اللّٰهُ اِبْرٰهِیْمَ خَلِیْلًا۝۱۲۵
اؤ دَ هغهٔ نه ښهٔ دین به دَ چا وی چا چې تندے کښېښود دَ الله پهٔ حکم اؤ هغه پهٔ نیکو کارونو کښې لګیا دے اؤ روان شو پهٔ دین دَ ابراهیمؑ چې یو مخیز دے ، اؤ الله کړو ابراهیمؑ خپل خالص دوست۔ ف۱۸۱
ف۱۸۱: دَ مخکښې آیت نه معلومه شوه چې دَ الله سره صرف دَ عمل اعتبار دے ، دَ هسې طمعې هېڅ فائده نشته اوس دَ اصحابوؓ متعلق ارشاد دے ، چې پهٔ دینداریٔ کښې دَ داسې کسانو مقابله څوک کؤلے شی چا چې دَ الله تعالیٰ حکم ته سر یٔښې وی اؤ دَ زړهٔ نه پهٔ نیکو کارونو کښې لګیا وی اؤ دَ حضرت ابرهیمؑ دَ دین پیروی کوی ، چا چې هر څهٔ پرېښی وو اؤ یو الله ېٔ اختیار کړے وهٔ۔ اؤ هغه الله تعالیٰ خپل دوست کړے وهٔ۔
وَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطًا۠۝۱۲۶
اؤ دَ الله دی څهٔ چې په آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی۔ اؤ ټول څیزونه دَ الله پهٔ قابو کښې دی، ف۱۸۲
ف۱۸۲: یعنی پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې چې څهٔ دی ټول دَ الله تعالیٰ مخلوق ، بندګان ، مملوک اؤ دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دی۔ پهٔ خپل رحمت اؤ حکمت چې دَ چا سره څهٔ قسم معامله کؤل غواړی هغه شان کوی۔ پهٔ دوست جوړؤلو دې څوک دوکه نهٔ خوری۔ اؤ دَ اهلِ عالم دَ نیک اؤ بد عملونو پهٔ جزا اؤ سزا کښې دې څهٔ شک نهٔ کوی۔
وَ یَسْتَفْتُوْنَكَ فِی النِّسَآءِ١ؕ قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِیْهِنَّ١ۙ وَ مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ فِیْ یَتٰمَی النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا تُؤْتُوْنَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَ تَرْغَبُوْنَ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ وَ الْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الْوِلْدَانِ١ۙ وَ اَنْ تَقُوْمُوْا لِلْیَتٰمٰی بِالْقِسْطِ١ؕ وَ مَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِهٖ عَلِیْمًا۝۱۲۷
اؤ ستا نه اجازت غواړی دَ ښځو دَ نکاح ، تهٔ ورته ووایه چې تاسو ته الله اجازت درکوی دَ دوی ، اؤ هغه چې تاسو ته اورؤلے شی پهٔ قرآن کښې نو هغه حکم دے دَ هغو یتیمانو ښځو کومو ته چې تاسو نهٔ ورکویٔ څهٔ چې مو دَ هغوی دپاره مقرر کړی دی اؤ غواړیٔ چې پهٔ نکاح کښې ېٔ راؤلیٔ اؤ حکم دے دَ کمزورو وړو اؤ دا چې تاسو قائم وسیٔ دَ یتیمانو پهٔ حق کښې پهٔ انصاف باندې، ف۱۸۳ اؤ څهٔ نیک کار چې تاسو کویٔ نو الله پهٔ هغې خبر دے۔ ف۱۸۴
ف۱۸۳: دَ دې سورت پهٔ شروع کښې دَ یتیمانو دَ حق دَ ادا کؤلو تاکید شوے وهٔ۔ اؤ دا وئیلی شوی وو چې دَ یتیمې جینۍ وارث لکه دَ ترهٔ ځوئے وغېره کهٔ پوهیږی چې دَ جینۍ حق پوره نهٔ شی ادا کؤلے نو خپله دې ورسره نکاح نهٔ تړی بل چا ته دې ېٔ ورکړی اؤ خپله دې دَ هغې دَ حقوقو نګرانی کوی۔ پهٔ دې حکم باندې مسلمانانو دَ داسې ښځو سره نکاح بنده کړه۔ لېکن دَ تجربې نه ثابته شوه چې دَ ځنو جینکیو پهٔ حق کښې دا بهتره وه چې خپل وارث ورسره نکاح کړے وې۔ ځکه چې خپل څنګه خیال ساتلے شی داسې پردې خاوند نهٔ شی ساتلے۔ نو مسلمانانو دَ حضور اکرمﷺ نه دَ خپلوانو یتیمانو جینکیو سره دَ نکاح اجازت وغوښتو۔ پهٔ دې باندې دا آیتونه نازل شو۔ اؤ اجازت ورکړې شو۔ چې بندیز خو پهٔ هغه وخت کښې دے چې څوک یتیمې جینۍ ته مهر پوره نهٔ ورکوی اؤ دَ نورو حقونو خیال ېٔ نهٔ ساتی۔ اؤ څوک چې دَ یتیمې دَ فائدې دپاره ورسره نکاح کوی اؤ دَ هغې دَ حقونو پوره خیال ساتی هغوی ته اجازت دے۔
فائده: دَ اسلام نه مخکښې عربو کښې ښځو ته اؤ یتیمانو بچو ته پهٔ میراث کښې حصه نهٔ شوه ورکؤلے۔ هغوی به وې میراث دَ هغه چا حق دے څوک چې دښمن سره جنګ کؤلے شی۔ اؤ خاندان دپاره ګټه کؤلے شی۔ دَ یتیمانو جینکیو سره به وارثانو نکاح کؤله خو هغوی ته به ېٔ مهر هم پوره نهٔ ورکؤلو۔ اؤ پهٔ خرڅ خوراک کښې به ېٔ پرې هم کمې کؤلو اؤ دَ هغوی مال کښې به ېٔ بې ځایه تصرّف کؤلو۔ دَ دې آیت پهٔ شروع کښې دَ داسې کارونو نه پهٔ سختیٔ سره منع شوے ده۔ دلته دَ یو څو رکوع مخکښې نه چې کوم ارشاد راځی دَ هغې خلاصه دا ده چې اصل شے دَ الله تعالیٰ حکم منل دی۔ دَ چا عقل ، دَ چا رسم رواج اؤ دَ چا خواهشات قبلِ اعتبار نهٔ دی۔ دَ الله تعالیٰ دَ حکم پهٔ مقابله کښې بله خبره اخستل څرګند کفر اؤ ګمراهی ده اؤ دا خبره ېٔ پهٔ څو څو طریقو واضحه کړه پهٔ ډېر تاکید سره۔ دَ دې دومره تاکیدونو نه پس اوس بیا ځنې مسٔلې دَ ښځو دَ حقونو اؤ دَ یتیمانو دَ حقونو بیانیږی چې دَ دومره تاکید نه پس اوس
دَ دې پهٔ منلو کښې چا ته څهٔ اشکال پاتې نهٔ شی۔ یو روایت دے چې کله پهٔ میراث کښې دَ ښځو دَ حصې متعلق آیتونه نازل شو نو ځنې عرب سرداران دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو چې مونږ اوریدلی دی چې تهٔ ښځو ته هم پهٔ میراث کښې برخه ورکوے۔ میراث خو دَ هغه چا حق دے چې دَ دښمن سره جنګ کوی اؤ خاندان ته ګټه کؤلے شی۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل چې بېشکه دَ الله دا حکم دے چې ښځو ته به برخه ورکویٔ۔ دَ ارشاد وَ مَنۡ اَحْسَنْ دِیْنًا مِمَّنۡ اَسۡلَمَ وَجْہَہٗ لِلہِ مصداق پهٔ رښتیا باندې اصحاب کرام وو چې هغویؓ دَ کمزوریو حقونه پوره پوره ادا کؤل اؤ دَ ښځو پهٔ حقونو ، مهر اؤ نفقې وغېره پوره کؤلو کښې ېٔ دَ الله حکم ته کتل اؤ دَ خپل ذاتی غرض اؤ نفع نقصان خیال ېٔ بالکل نهٔ ساتلو۔ نهٔ ېٔ دَ الله دَ حکم مقابله کښې دَ قوم دَ رسم رواج څهٔ خیال ساتلو۔ چرته چې به دَ الله دَ حکم دَ خلاف ورزیٔ وهم قدرې هم وهٔ دَ هغې نه به ېٔ ځان بچ کؤلو اؤ تر څو چې به ېٔ دَ حضور اکرمﷺ نه اجازت نهٔ وهٔ اخستے۔ اؤ داسې هېڅ کار به ېٔ نهٔ کؤلو پهٔ کوم کښې به چې څهٔ شک وهٔ۔
ف۱۸۴: یعنی الله تعالیٰ ته ستاسو ذره ذره نیکی معلومه ده نو دَ یتیمانو اؤ دَ ښځو پهٔ حق کښې چې تاسو څهٔ نیکی کویٔ دَ هغې اجر به مومیٔ۔
وَ اِنِ امْرَاَةٌ خَافَتْ مِنْۢ بَعْلِهَا نُشُوْزًا اَوْ اِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَاۤ اَنْ یُّصْلِحَا بَیْنَهُمَا صُلْحًا١ؕ وَ الصُّلْحُ خَیْرٌ١ؕ وَ اُحْضِرَتِ الْاَنْفُسُ الشُّحَّ١ؕ وَ اِنْ تُحْسِنُوْا وَ تَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا۝۱۲۸
اؤ کهٔ یوه ښځه ویریږی دَ خپل خاوند دَ جنګ یا مخ اړؤلو نه نو څهٔ ګناه نشته پهٔ دې دواړو کهٔ خپلو کښې پهٔ څهٔ صلح وکړی اؤ صلح ښهٔ شے دے، ف۱۸۵ اؤ زړونو ته حرص مخامخ دے۔ ف۱۸۶ اؤ کهٔ تاسو نیکی وکړیٔ اؤ پرهیزګار شیٔ نو الله ستاسو پهٔ ټولو کارونو ښهٔ خبر دے۔ ف۱۸۷
ف۱۸۵: یعنی کهٔ یوه ښځه پوهیږی چې دَ خاوند زړهٔ رانه بدیږی۔ نو کهٔ پهٔ خپله خوښه پهٔ مهر یا نفقه کښې څهٔ کمې وکړی نو دَ دې څهٔ ګناه نشته هغې ته پوره اختیار دے۔ صلح کؤل ښهٔ کار دے۔ البته بې وجې ښځه تنګؤل اؤ دَ هغې پهٔ مال کښې بې ځایه تصرف کؤل جائز نهٔ دی۔
ف۱۸۶: یعنی دَ خپلې نفعې اؤ مال حرص اؤ بُخل دَ هر چا پهٔ زړهٔ کښې پروت دے۔ نو کهٔ ښځه دَ مصالحت دپاره سړی ته پهٔ مهر یا نفقه کښې څهٔ کمې وکړی نو هغه به پرې ضرور خوشحاله اؤ دَ دواړو تعلقات به ښهٔ شی۔
ف۱۸۷: یعنی کهٔ دَ ښځو سره نیک سلوک کویٔ اؤ دَ هغوی حقونه پوره پوره ادا کویٔ۔ دَ جنګ جګړې اؤ بدسلوکیٔ نه ځان ساتیٔ نو الله تعالیٰ خو ستاسو پهٔ ټولو کارونو خبردار دے۔ هغه به ضرور دَ دې اجر درکړی۔ ظاهره ده چې داسې وخت کښې به ښځې ته خپلو حقونو کښې دَ کمی کؤلو ضرورت نهٔ پریوځی اؤ نهٔ به تعلقات خرابیږی۔
وَ لَنْ تَسْتَطِیْعُوْۤا اَنْ تَعْدِلُوْا بَیْنَ النِّسَآءِ وَ لَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِیْلُوْا كُلَّ الْمَیْلِ فَتَذَرُوْهَا كَالْمُعَلَّقَةِ١ؕ وَ اِنْ تُصْلِحُوْا وَ تَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۝۱۲۹
اؤ تاسو هېچرے برابرې نهٔ شیٔ ساتلې پهٔ ښځو کښې اګر کهٔ دَ دې حرص وکړیٔ۔ نو بالکل ترېنه وړیٔ هم مه چې یو ښځه داسې پریږدیٔ لکه چې اویزانده وی ف۱۸۸ اؤ کهٔ تاسو ښهٔ سلوک ساتیٔ اؤ دَ خدائې نه ویرېږیٔ ، نو الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۸۹
ف۱۸۸: یعنی کهٔ دَ یو سړی پهٔ نکاح کښې دَ یوې نه زیاتې ښځې وی نو دا خو کؤلے نهٔ شی چې دَ زړهٔ پهٔ مینه اؤ نورو ټولو حقونو کښې دَ ټولو یو شان خیال وساتی اؤ پهٔ یوې کسې هم زیاتې ونهٔ کړی۔ دا خو کېدے نه شی خو داسې دې هم نهٔ کوی چې ټول یو طرف ته واؤړی اؤ بله ښځه پهٔ مینځ کښې هسې اویزانده کړی چې نهٔ ورسره سلوک کوی اؤ نهٔ ېٔ پریږدی چې بل خاوند وکړی اؤ خپل ژوند پهٔ آرام کړی۔
ف۱۸۹: یعنی کهٔ دَ اصلاح خیال ساتی اؤ پهٔ خپل وس دَ زیاتی نه ځان بچ کوی نو بیا هم کهٔ څهٔ کمې زیاتې ترېنه وشی هغه به ورته الله تعالیٰ معاف کړی۔
وَ اِنْ یَّتَفَرَّقَا یُغْنِ اللّٰهُ كُلًّا مِّنْ سَعَتِهٖ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ وَاسِعًا حَكِیْمًا۝۱۳۰
اؤ کهٔ دواړه جُدا شو نو الله به هر یو بې پروا کړی پخپله فراخیٔ ، اؤ الله ډېر فراخیٔ والا اؤ تدبیر والا دے، ف۱۹۰
ف۱۹۰: یعنی کهٔ دَ دواړو پهٔ مینځ کښې جوړ نهٔ راځی اؤ دَ جُداییٔ نوبت راشی نو پهٔ دې کښې څهٔ حرج نشته۔ الله تعالیٰ دَ هر چا کارساز دے۔ بل خوا به ېٔ مخه روانه کړی۔ پهٔ دې کښې دې ته اشاره ده۔ کهٔ ښځه پهٔ آرام نهٔ شی ساتلے اؤ حقونه ېٔ نهٔ شی پوره کؤلے نو تکلیف دې نهٔ ورکوی۔ طلاق دې ورکړی چې مخه ېٔ آزاده شی۔
وَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ لَقَدْ وَصَّیْنَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَ اِیَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ وَ اِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَنِیًّا حَمِیْدًا۝۱۳۱
اؤ دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ، اؤ مونږ حکم ورکړے دے ستاسو نه مخکښې اهلِ کتابو ته اؤ تاسو ته چې ویرېږیٔ دَ الله نه اؤ کهٔ نهٔ منیٔ نو دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی۔ اؤ الله بې پروا دَ ډېرو خوبیو مالک دے۔
وَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا۝۱۳۲
اؤ دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی اؤ کافی دے الله کارساز ، ف۱۹۱
ف۱۹۱: پهٔ مخکښې آیتونو کښې دَ ترغیب اؤ ترهیب ذکر وهٔ چې دَ الله تعالیٰ دَ حکم تابعداری اؤ دَ مخالفت نه ېٔ بچ کېدل ضروری دی۔ دَ الله تعالیٰ دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ بل چا خبره اورېدل یا پهٔ رسم و رواج چلېدل هرګز جائز نهٔ دی۔ پهٔ مینځ کښې یو څو حکمونه دَ یتیمانو اؤ ښځو دَ حقونو متعلق بیان شو۔ اوس بیا دَ ترغیب اؤ ترهیب بیان شروع کیږی۔ دَ دې دواړو آیتونو خلاصه دا ده چې تاسو ته اؤ تاسو نه مخکښې خلقو ته دا حکم اورؤلے شوے دے چې دَ الله تعالیٰ دَ حکمونو تابعداری کویٔ اؤ دَ نافرمانئ نه ېٔ ځان بچ کویٔ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ۔ الله تعالیٰ دَ هر څهٔ مالک دے اؤ هغه بې پروا دے۔ نو اوس کهٔ څوک دَ هغهٔ نافرمانی کوی نو خپل ځان ته نقصان رسوی دَ هغهٔ پرې هېڅ پرواه نشته۔ اؤ کهٔ فرمانبرداری کوی نو الله تعالیٰ دَ هر څهٔ مالک دے اؤ هم هغه دَ هر چا کارساز دے۔ درے ځله دا ارشاد وشو چې الله تعالیٰ پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې دَ هر څیز مالک دے اول دَ دې نه فراخی مقصد ده چې دَ هغهٔ سره دَ هېڅ څیز کمې نشته۔ بل ترېنه بې نیازی اؤ بې پروائی څرګندؤل مقصد دے چې کهٔ تاسو نهٔ منیٔ نو دَ هغهٔ دومره لوئے حکومت اؤ ملکیت دے چې پهٔ تاسو ېٔ هېڅ پروا هم نشته۔ پهٔ دریٔم ځل کښې چې څوک دَ هغهٔ نه ویریږی دَ هغوی دپاره دَ خپل رحمت اؤ کارسازیٔ اظهار دے۔
اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ اَیُّهَا النَّاسُ وَ یَاْتِ بِاٰخَرِیْنَ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلٰی ذٰلِكَ قَدِیْرًا۝۱۳۳
کهٔ هغه وغواړی نو تاسو به لرې کړی ، اے خلقو! اؤ رابه ولی نور خلق اؤ الله پهٔ دې قادر دے۔ ف۱۹۲
ف۱۹۲: یعنی الله تعالیٰ پهٔ دې قادر دے چې تاسو ټول فنا کړی دَ خپلې دنیا نه مو لری کړی اؤ ستاسو پهٔ ځائې بل تابعدار مخلوق پهٔ دې دنیا کښې آباد کړی۔ دَ دې نه هم دَ الله تعالیٰ بې نیازی اؤ بې پروائی څرګنده شوه اؤ نافرمانو ته پوره تهدید اؤ تخویف وشو۔
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ ثَوَابَ الدُّنْیَا فَعِنْدَ اللّٰهِ ثَوَابُ الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًۢا بَصِیْرًا۠۝۱۳۴
څوک چې غواړی دَ دنیا ثواب نو دَ الله سره دے دَ دنیا ثواب اؤ دَ آخرت ف۱۹۳ اؤ الله هر څهٔ اوری وینی۔ ف۱۹۴
ف۱۹۳: یعنی کهٔ تاسو تابعداری کویٔ نو دنیا کښې به هم ډېر څهٔ درکړی اؤ آخرت کښې هم۔ نو چې څوک دواړه مومی نو صرف دَ دنیا دپاره نافرمانی کؤل اؤ دَ آخرت دَ اجرونو نه ځان محروم کؤل څهٔ دَ عقل کار نهٔ دے۔
ف۱۹۴: یعنی الله تعالیٰ ستاسو ټول کارونه وینی اؤ ستاسو دَ زړهٔ پهٔ خبرو خبر دے۔ ستاسو ټولې خبرې آوری ، نو دَ چا چې څنګه نیت وی اؤ دَ څهٔ طلبګار وی هغه شان به ورسره کوی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ بِالْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلّٰهِ وَ لَوْ عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَوِ الْوَالِدَیْنِ وَ الْاَقْرَبِیْنَ١ۚ اِنْ یَّكُنْ غَنِیًّا اَوْ فَقِیْرًا فَاللّٰهُ اَوْلٰی بِهِمَا١۫ فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوٰۤی اَنْ تَعْدِلُوْا١ۚ وَ اِنْ تَلْوٗۤا اَوْ تُعْرِضُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا۝۱۳۵
اے ایماندارو کلک ودرېږیٔ پهٔ انصاف باندې ګواهی ورکویٔ دَ الله پهٔ طرف اګر کهٔ تاسو ته نقصان وی یا ستاسو مور پلار یا خپلوانو ته ، ف۱۹۵ کهٔ څوک مالدار دے یا فقیر دے ، نو الله دَ دې دواړو ستاسو نه زیات خیرخواه دے۔ نو تاسو پهٔ خواهشاتو پسې مهٔ ځیٔ پهٔ انصاف کؤلو کښې ف۱۹۶ اؤ کهٔ تاسو خبره وژوییٔ یا ځان بچ کړیٔ ، نو الله ستاسو پهٔ ټولو کارونو ښهٔ خبر دے۔ ف۱۹۷
ف۱۹۵: یعنی ګواهی رښتینې اؤ دَ الله دَ حکم مطابق ورکؤل ضروری ده۔ کهٔ پهٔ دې کښې ستاسو خپل نقصان وی یا دَ خپلوانو نقصان وی ، هر څهٔ چې وی خو حق څرګندؤل ضروری دی۔ دَ دنیا دَ معمولی تاوان دپاره دَ آخرت تاوان مهٔ کویٔ۔
ف۱۹۶: یعنی پهٔ رښتینې ګواهیٔ کښې دَ زړهٔ دَ خواهش تابعداری مهٔ کویٔ۔ مهٔ دَ مالدار رعایت کویٔ اؤ مهٔ پهٔ غریب باندې رحم کؤلو اؤ ترس خوړلو دپاره دَ خیرخواهیٔ پهٔ خیال دروغ واییٔ۔ څهٔ چې حق وی هغه واییٔ۔ الله تعالیٰ ستاسو نه زیات خیرخواه اؤ دَ هغوی دَ فائدې نه خبردار دے اؤ دَ هغهٔ سره دَ هېڅ کمې نشته۔
ف۱۹۷: ژبه اړؤلو نه مطلب دا دے چې رښتیا خبره وکړیٔ خو داسې غلطه غوندې اؤ داسې ېٔ وژوییٔ چې اورېدونکے ورباندې سم پوه نهٔ شی اؤ ځان بچ کؤلو مطلب دا چې صفا رښتیا هم نهٔ وائی اؤ دَ دروغو نه هم ځان بچ کوی۔ پهٔ دې طریقه چې څهٔ خبره وکړی اؤ څهٔ دَ کار خبره پکښې پټه کړی۔ نو پهٔ دې دواړو شکلو کښې اګرچې دروغ خو ېٔ ونهٔ وې خو دَ حق پټؤلو کوشش ېٔ وکړو ، پهٔ دغې ګنهګار دے۔ ګواهی رښتینې اؤ صفا صفا ضرور کوه۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ الْكِتٰبِ الَّذِیْ نَزَّلَ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَ الْكِتٰبِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ١ؕ وَ مَنْ یَّكْفُرْ بِاللّٰهِ وَ مَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَ كُتُبِهٖ وَ رُسُلِهٖ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًۢا بَعِیْدًا۝۱۳۶
اے ایماندارو! یقین وکړیٔ پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسولﷺ باندې اؤ پهٔ هغه کتاب چې پهٔ رسولﷺ ېٔ نازل کړے دے ، اؤ پهٔ هغه کتاب چې دَ دې نه مخکښې ېٔ نازل کړے وهٔ اؤ څوک چې یقین نهٔ کوی پهٔ الله اؤ پهٔ فرښتو اؤ پهٔ کتابونو اؤ رسولانو اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ، نو هغه تېروتو ډېر لرې لاړو۔ ف۱۹۸
ف۱۹۸: څوک چې اسلام قبلوی نو ضروری ده چې دَ الله تعالیٰ پهٔ ټولو حکمونو دَ زړهٔ نه پوخ یقین وکړی کهٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ حکمونو کښې پهٔ یو حکم ېٔ هم پوخ یقین نهٔ وی نو هغه مسلمان نهٔ دے۔ صرف ظاهری اسلام اؤ زبانی خبرو باندې څهٔ کار نهٔ کیږی یقین دَ زړهٔ ضروری دے۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَ لَا لِیَهْدِیَهُمْ سَبِیْلًاؕ۝۱۳۷
کومو کسانو چې ایمان راؤړو بیا کافران شو بیا مسلمانان شو بیا کافران شو ، اؤ بیا زیات شو پهٔ خپل کفر کښې ، نو الله هرګز دَ هغوی بخښونکے نهٔ دے اؤ نهٔ ښیٔ هغو ته لار، ف۱۹۹
ف۱۹۹: یعنی پهٔ ظاهره خو مسلمان وهٔ خو پهٔ زړهٔ کښې ېٔ شک وهٔ۔ اؤ پهٔ آخر کښې هم دغسې پهٔ شک کښې مړ شو۔ دَ پوخ یقین توفیق ېٔ ونهٔ شو نو هغهٔ دپاره دَ نجات څهٔ لار نشته ، هغه کافر دے دا ظاهری اسلام ېٔ نهٔ پکاریږی۔ دَ دې مصداق منافقان دی۔ اؤ ځنو عالمانو وئیلی دی چې دا آیت دَ یهودو پهٔ حق کښې دے چې هغوی اول ایمان راؤړو۔ بیا ېٔ دَ سخی عبادت وکړو کافران شو۔ بیا ېٔ توبه وویسته نو ایماندار شو۔ بیا ېٔ دَ عیسٰیؑ دَ پېغمبریٔ نه انکار وکړو نو بیا کافران شو۔ اؤ بیا ېٔ دَ حضور اکرمﷺ دَ نبوّت نه انکار وکړو نو پهٔ خپل کفر کښې ېٔ نوره هم ترقی وکړه۔
بَشِّرِ الْمُنٰفِقِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمَاۙ۝۱۳۸
زیرے ورکړه منافقانو ته چې دَ دوی دپاره دردناک عذاب دے،
اِ۟لَّذِیْنَ یَتَّخِذُوْنَ الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ١ؕ اَیَبْتَغُوْنَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَاِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًاؕ۝۱۳۹
هغه منافقان چې کافران خپل دوستان کوی (اؤ) مسلمانان پریږدی آیا دوی دَ هغو سره عزت لټوی نو عزت خو ټول دَ الله سره دے۔ ف۲۰۰
ف۲۰۰: یعنی منافقان چې دَ مسلمانانو ملګرتیا پریږدی اؤ دَ کفارو سره دوستی جوړوی پهٔ دې خیال چې دَ مشرکانو پهٔ دوستیٔ کښې به راته دَ دنیا عزت پهٔ لاس راشی ، دَ دوی دا خیال غلط دے۔ ټول عزت دَ الله لاس پهٔ اختیار کښې دے څوک چې دَ هغهٔ تابعداری کوی عزت به مومی۔ مطلب دا چې داسې خلق به پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې ذلیل اؤ خوار وی۔
وَ قَدْ نَزَّلَ عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ اَنْ اِذَا سَمِعْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ یُكْفَرُ بِهَا وَ یُسْتَهْزَاُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوْا مَعَهُمْ حَتّٰی یَخُوْضُوْا فِیْ حَدِیْثٍ غَیْرِهٖۤ١ۖ٘ اِنَّكُمْ اِذًا مِّثْلُهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ جَامِعُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ الْكٰفِرِیْنَ فِیْ جَهَنَّمَ جَمِیْعَاۙ۝۱۴۰
اؤ هغهٔ حکم نازل کړے پهٔ تاسو باندې پهٔ قرآن کښې ، چې کله اوریٔ چې دَ الله دَ آیتونو نه انکار کیږی اؤ پهٔ هغې پورې خندا کیږی نو دَ هغوی سره مهٔ کښېنیٔ ، تر دې پورې چې هغوی پهٔ بله خبره کښې مشغول شی۔ ګنی تاسو هم دَ هغو پشان شویٔ ، بې شکه الله به یو ځائې کړی منافقان اؤ کافران پهٔ دوزخ کښې پهٔ یو ځائې، ف۲۰۱
ف۲۰۱: اے مسلمانانو الله تعالیٰ تاسو ته مخکښې پهٔ قرآن شریف کښې حکم راستؤلے دے چې پهٔ کوم مجلس کښې دَ خدائې پاک دَ احکامو نه انکار کیږی اؤ پهٔ هغې پورې خندا کیږی نو تاسو پهٔ داسې مجلس کښې مهٔ کښینیٔ۔ ګنی تاسو به هم دَ هغوی پهٔ شمار کښې راشیٔ۔ البته کهٔ هغوی دا مجلس ختم کړی اؤ بله خبره شروع کړی نو بیا ورسره پهٔ کښېناستو کښې څهٔ نقصان نشته۔ دَ منافقانو پهٔ مجلس کښې به دَ قرآن کریم پهٔ آیتونو پورې ټوقې اؤ خندا کؤلے شوې۔ دا آیت دَ هغې متعلق دے۔ اؤ دا خبره چې مخکښې تاسو باندې حکم نازل شوے دے ، دې کښې اشاره ده آیت ”وَ اِذَا رَأَیْتَ الَّذِیْنَ یَخُوْضُوْنَ فِیْ اٰیٰتِنَا فَاَعْرِضْ عَنْہُمْ“ (الآیة) ته چې دَ دې نه مخکښې نازل شوے وهٔ۔
فائده: دې نه معلومه شوه چې کوم سړے پهٔ یو مجلس کښې دَ خپل دین متعلق ګدې وډې خبرې آوری اؤ پهٔ هغه مجلس کښې ناست وی څهٔ غږ نهٔ کوی نو دا سړے منافق دے۔ اګرچې پخپله څهٔ نهٔ وائی۔
اِ۟لَّذِیْنَ یَتَرَبَّصُوْنَ بِكُمْ١ۚ فَاِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّٰهِ قَالُوْۤا اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ١ۖ٘ وَ اِنْ كَانَ لِلْكٰفِرِیْنَ نَصِیْبٌ١ۙ قَالُوْۤا اَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَیْكُمْ وَ نَمْنَعْكُمْ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ١ؕ فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ وَ لَنْ یَّجْعَلَ اللّٰهُ لِلْكٰفِرِیْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ سَبِیْلًا۠۝۱۴۱
هغه منافقان چې تاسو ته پهٔ څاؤ کښې ناست دی ، بیا کهٔ تاسو کامیاب شیٔ دَ الله پهٔ حکم نو دوی وائی ، ولې مونږ دَ تاسو ملګری نهٔ وو، اؤ کهٔ کافران کامیاب شی نو دوی وائی ، ولې مونږ دَ تاسو نه چاپېره نهٔ وو چې بچ مو کړیٔ دَ مسلمانانو نه، ف۲۰۲ نو الله به فیصله کوی ستاسو ترمینځه دَ قیامت پهٔ ورځ ، اؤ هرګز به ورنهٔ کړی الله کافرانو ته پهٔ مسلمانانو دَ غلبې مخه۔ ف۲۰۳
ف۲۰۲: یعنی دا منافقان داسې دی چې همېشه پهٔ انتظار ناست دی کهٔ ستاسو فتح وشی نو وائی چې مونږ هم ستاسو ملګری یو پهٔ مالِ غنیمت کښې برخه راکړیٔ اؤ کهٔ کافران کامیاب شی نو هغوی ته وائی چې مونږ خو ستاسو حفاظت کؤلو اؤ تاسو مو دَ مسلمانانو دَ لاس نه بچ کولیٔ۔ زمونږ پهٔ امداد کامیاب شویٔ نو مونږ ته هم دَ لوټ پهٔ مال کښې برخه راکړیٔ۔
فائده: دې نه معلومه شوه چې دَ ګمراهانو سره جوړ ساتل هم نفاق دے اګرچې خپله پهٔ حقه لار وی ګمراه نهٔ وی۔
ف۲۰۳: یعنی الله تعالیٰ به دَ قیامت پهٔ ورځ ستاسو ترمینځه سمه فیصله وکړی چې هغوی به دوزخ ته واستوی اؤ تاسو به جنت ته واستوی۔ پهٔ دنیا کښې چې دوی څهٔ کؤلے شی کوی دے۔ لېکن دَ ایماندارو خاتمه نهٔ شی کؤلے کوم چې دَ دوی زړهٔ غواړی۔
اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ یُخٰدِعُوْنَ اللّٰهَ وَ هُوَ خَادِعُهُمْ١ۚ وَ اِذَا قَامُوْۤا اِلَی الصَّلٰوةِ قَامُوْا كُسَالٰی١ۙ یُرَآءُوْنَ النَّاسَ وَ لَا یَذْكُرُوْنَ اللّٰهَ اِلَّا قَلِیْلًا٘ۙ۝۱۴۲
البته منافقان ټګی ټوری کوی دَ الله سره اؤ هغه به دوی سره ټګی وکړی، ف۲۰۴ اؤ کله چې دوی ودریږی نمانځهٔ ته ، نو ودریږی پهٔ مات زړهٔ خلقو ته دَ ښودنې دپاره اؤ نهٔ یادوی الله مګر لږ غوندې، ف۲۰۵
ف۲۰۴: یعنی پهٔ زړهٔ کښې کافر وی اؤ پهٔ ظاهره ایماندار چې دواړه طرف ته فائده واخلی۔ الله تعالیٰ دَ دوی دَ ټګۍ دا سزا ورکړه چې دَ هغوی حال ېٔ څرګند کړو۔ حضور اکرمﷺ اؤ ټول مسلمانان ورباندې خبر شول اؤ داسې ذلیل شول چې یو طرف ته ېٔ هم مخ پاتې نهٔ شو ، دَ هر څهٔ ووتل اؤ پهٔ آخرت کښې به هم سزا ورکؤلے شی۔ دنیا اؤ آخرت ېٔ دواړه تباه شول مطلب دا چې دَ دوی دَ ټګۍ نه دوی ته څهٔ فائده ونهٔ رسیده۔ الله تعالیٰ دَ ټګۍ داسې سزا ورکړه چې دنیا اؤ آخرت ېٔ دواړه تباه شول۔
ف۲۰۵: یعنی نمونځ چې ضروری عبادت دے۔ څهٔ خاص تکلیف اؤ مالی تاوان پکښې هم نشته۔ پهٔ منافقانو دا هم ګران دے۔ خلقو ته دَ دوکې دپاره اؤ دَ مجبوریٔ نه دَ مسلمانانو سره نمانځه ته خو ودریږی چې نفاق ېٔ څرګند نهٔ شی اؤ خلق پرې پوهه نهٔ شی لېکن پهٔ مات زړهٔ۔ نو چې داسې آسان کار هم پهٔ دوی ګران دے نو نوره ترېنه څهٔ طمع کېدے شی؟
مُّذَبْذَبِیْنَ بَیْنَ ذٰلِكَۖۗ لَاۤ اِلٰی هٰۤؤُلَآءِ وَ لَاۤ اِلٰی هٰۤؤُلَآءِ١ؕ وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ سَبِیْلًا۝۱۴۳
اویزان دی دَ دواړو ترمینځه نهٔ دېخوا اؤ نهٔ اخوا۔ اؤ څوک چې الله ګمراه کړی نو تهٔ هرګز دَ هغهٔ دپاره لار نهٔ شې موندې۔ ف۲۰۶
ف۲۰۶: منافقان خو بالکل پهٔ تردّد اؤ پرېشانئ کښې داسې ګډ وډ دی چې نهٔ ېٔ پهٔ اسلام اطمینان شته اؤ نهٔ کافرانو ته اوړېدے شی۔ ترمینځه اویزان دی۔ دوی الله تعالیٰ ګمراه کړی دی نو بیا لار کله موندې شی۔ هم دغسې ټکرے به خوری۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ١ؕ اَتُرِیْدُوْنَ اَنْ تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا۝۱۴۴
اے ایماندارو مهٔ نیسیٔ کافران پهٔ دوستیٔ چې مسلمانان پرېږدیٔ آیا تاسو اخلیٔ پخپل سر دَ الله څرګند الزام۔
اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ فِی الدَّرْكِ الْاَسْفَلِ مِنَ النَّارِ١ۚ وَ لَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِیْرًاۙ۝۱۴۵
بې شکه منافقان دَ دوزخ دَ ټولو نه لاندې درجه کښې دی اؤ هرګز به تهٔ ونهٔ مومې دوی له څوک مددګار، ف۲۰۷
ف۲۰۷: یعنی مسلمانان پرېښؤل اؤ دَ کافرانو سره دوستی جوړؤل دَ منافقت دلیل دے۔ نو اے مسلمانانو تاسو هرګز دَ کفارو سره دوستی مهٔ جوړویٔ ګنی تاسو باندې به هم پوره دلیل قائم شی چې تاسو هم پوره مسلمانان نه ییٔ۔ زړهٔ کښې مو نفاق دے اؤ دَ منافقانو دپاره دَ دوزخ دَ ټولو نه لاندې اؤ خرابه حصه مقرر ده۔ اؤ دَ هغوی به هېڅوک مددګار نهٔ وی چې دَ دې عذاب نه ېٔ خلاص کړی۔ یا پکښې څهٔ کمې وکړی نو تاسو دَ نفاق نه ځان وساتئ ۔
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا وَ اَصْلَحُوْا وَ اعْتَصَمُوْا بِاللّٰهِ وَ اَخْلَصُوْا دِیْنَهُمْ لِلّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ مَعَ الْمُؤْمِنِیْنَ١ؕ وَ سَوْفَ یُؤْتِ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ اَجْرًا عَظِیْمًا۝۱۴۶
مګر چا چې توبه وویسته اؤ خپله اصلاح ېٔ وکړه ، اؤ مضبوط ېٔ ونیوو الله اؤ خالص دَ الله حکم منونکی شول نو دوی دَ ایماندارو سره دی اؤ زر به ورکړی الله ایماندارو ته غټ اجر ف۲۰۸
ف۲۰۸: کوم منافق چې دَ نفاق نه توبه وباسی ، خپل اعمال سم کړی اؤ دَ الله دین مضبوط اؤ ټینګ کړی۔ پهٔ الله یقین وکړی اؤ دَ ریا اؤ نورو خرابو نه خپل دین پاک اؤ صاف کړی۔ خالص مسمانان شی نو هغوی ته به زرها ګناهونه معاف شی اؤ پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې به دَ ایماندارو سره ملګری شی۔ ایماندارو ته چې کوم اجرونه ورکؤلے شی دوی به هم ورسره پهٔ هغې کښې ملګری وی۔
مَا یَفْعَلُ اللّٰهُ بِعَذَابِكُمْ اِنْ شَكَرْتُمْ وَ اٰمَنْتُمْ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ شَاكِرًا عَلِیْمًا۝۱۴۷
څهٔ به وکړی الله ستاسو پهٔ عذاب کهٔ تاسو حق منیٔ اؤ یقین کویٔ۔ اؤ الله قدردان دے پهٔ هر څهٔ خبردار۔ ف۲۰۹
ف۲۰۹: الله تعالیٰ دَ ښو کارونو قدردان دے اؤ دَ بندګانو پهٔ ټولو کارونو ښهٔ خبر دے نو څوک چې دَ الله تعالیٰ احکام پوره پوره منی اؤ دَ هغهٔ دَ نعمتونو شکر ادا کوی اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ حکمونو ېٔ پوره پوره یقین وی نو الله تعالیٰ عادل رحیم دے۔ داسې کسانو ته هرګز عذاب نهٔ ورکوی۔ دَ هغوی دَ کارونو قدر کوی اؤ ډېر ډېر اجرونه ورکوی۔ البته سرکشو اؤ نافرمانو دپاره سخت عذابونه تیار دی۔