پارہ 01

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
سورة الفاتحه او سورة البقره۲
پاره الۤمّۤ
پښتو ترجمه
دَ
تسنيم الحق کاکاخيل ديوبندې
سورة الفاتِحهِ مَکِيَة وَهِیَ سَبعُ اٰيَاتٍ
سورة الفاتحه پهٔ مکه کښې نازل شوے دے دا ووهٔ آياتونه اؤ يوه رکوع دے۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع کؤم پهٔ نامه دَ الله چې بخښونکے مهربان دے ۔ف۱
ف۱۔ رحمٰن اؤ رحيم دواړه دَ مبالغې صيغې دی۔ خو په رحمٰن کښې دَ رحيم نه مبالغه زياته ده۔ ترجمه کښې دَ دې خيال ساتلے شوے دے ۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱
ثنا الله لره ده۔ ف۲ پرودګار دَ عالمونو۔ف۳
ف۲۔ يعنی ټول تعريفونه دَ ښهٔ نه ښهٔ اؤ دَ اول نه تر اخره کوم چې تر اوسه چا کړی دی اؤ کوم چې به دَ دې نه پس کيږی۔ دَ دې ټولو لائق ايکی يو الله تعالیٰ دے۔ځکه چې ټول نعمتونه اؤ ټول ښائسته څيزونه الله تعالیٰ پيدا کړے دی۔ اؤ دَ ټولو ورکونکے الله تعالیٰ دے۔ بې واسطې ېٔ چاته ورکړی دی اؤ که پهٔ څهٔ واسطه لکه دَ نمر دَ رڼا نه کهٔ چاته څهٔ فائدہ ورسی نو په ظاهره دَ نمر فائدہ ښکاری خو پهٔ حقيقت کښې دَ الله تعالیٰ نعمت دے۔
ف۳۔ دَ مخلوقاتو مجموعې ته عالم وئیلے شی۔ ځکه دَ دې جمع نه استعماليږی لېکن دلته مراد هر هر جنس دے لکه دَ فرښتو عالم۔ دَ پېريانو عالم۔ دَ بنيادمو عالم وغېره وغېره ځکه جمع راؤړې شوے دے چې دا واضحه شی چې دَ عالم هرهر فرد الله تعالیٰ پيدا کړے دے اؤ هم هغه ېٔ پرورش کوی۔
الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِۙ ۝۲
بخښونکے مهربان
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳
خاوند دَ ورځې دَ جزا۔ ف۴
ف۴۔ په دې ورځ به داسې غټ غټ کارونه کيږی چې نهٔ به دَ دې نه مخکښې چرې شوے وی اؤ نهٔ به بيا وشی۔ پهٔ دې ورځ به دَ چا ظاهری عارضی حکومت هم نهٔ وی۔ صرف دَ يو الله تعالیٰ حکومت به وی۔ لکه چې فرمائی لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ“۔
اِیَّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُؕ۝۴
هم ستا عبادت کوو اؤ هم له تانه مدد غواړو۔ ف۵
ف۵۔ دَ دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې دَ الله تعالیٰ دَ پاک ذات نه علاوه بل چانه امداد غښتل جائز نهٔ دی البته کهٔ څوک دَ الله تعالیٰ یو مقبول بنده دَ الله تعالیٰ دَ رحمت واسطه وګڼی اؤ پهٔ ظاهره دَ هغهٔ نه امداد وغواړی نو دا پهٔ حقيقت کښې دَ الله نه امداد غښتل دی۔
اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵
وښيه مونږه ته لاره سمه
صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ
غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷
لاره دَ هغو کسانو چې انعام دې کړے پهٔ هغوی،ف۶ ۔نهٔ دَ هغو کسانو چې غضب شوے دے پهٔ هغوی اؤ نهٔ دَ ګمراهانو۔ ف۷
ف۶۔ پهٔ چاچې فضل شوے دے هغه څلور ډلې دی (۱) پېغمبران (۲) صادقان (۳) شهيدان
(۴) صالحان۔ قران شريف کښې ېٔ بل ځاېٔ تفصيل شوے دے دَ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِم نه مراد يهود دی اؤ دَ الضَّآلِّیْنَ۠ نه مراد عيسايان دی۔ دَ قران شريف ډېر آيتونه پهٔ دې ګواه دی چې دَ صراطِ مُستَقيم نه دوه قسمه خلق محروم پاتې کيږی ۔ څوک دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه اؤ څوک دَ ضد اؤ جهالت پهٔ وجه۔ اول قسم کښې عيسايان راځې اؤ دويم قسم کښې يهوديان مشهور دی۔
ف۷۔ پهٔ دې سورت کښې الله تعالیٰ خپلو بندګانو ته چل ښئلے دے چې زما دربار کښې حاضرېږیٔ نو پهٔ دې طريقه سوال کویٔ۔ پهٔ دې وجه دَ دې سورت نوم” تعليمِ مسٔله“ هم دے۔ يعنی الله تعالیٰ نه دَ سوال کؤلو تعليم۔ دَ دې سورت پهٔ اخر کښې آمين وئیل مسنون دی۔ اؤ دا کلمه دَ قرآن شريف نه خارجه ده۔ دَ دې کلمې معنیٰ دا ده چې ”الهٰی هم دغه شان دې وی“ يعنی دَ مقبولو بندګانو پس روی اؤ دَ نافرمانو نه دې جدائی مونږ ته حاصله وی۔ دَ دې سورت پهٔ اوله نيمه برخه کښې دَ الله تعالیٰ ثنا اؤ صفت اؤ پهٔ دويمه برخه کښې ېٔ دَ بنده دپاره دعا ده۔
فائدہ۔ غير المغضوب الٰه۔ دَ الذين پهٔ بدل کښې راغلے دے اؤ يا دَ دوی صفت دے۔ ځکه هم دَ دې دَ شان سره سمه ترجمه وشوه۔ دَ دهلی پهٔ بعضو ترجمو کښې چې دَ دې کومه ترجمه شوے ده هغه دَ ترکيب اؤ دَ مقصود سره سمون نهٔ خوری
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوۡرَۃُ الۡبَقَرَۃٍ مَدَنِیَّۃٌ وَّھِیَ مِئَتَانِ وَ سِتٌّ وَ ثَمَانُوۡنَ اٰیَۃً وَّ اَرۡبَعُوۡنَ رُکُوۡعًا
سورتِ بقره پهٔ مدينه کښې نازل شوے دے اؤ پهٔ دې کښې دوه سوه شپږ اتيا(۲۸۶) آيتونو نه اؤ څلوېښت(۴۰) رکوع دی
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع کوم په نامه دَ الله چې بخښونکے مهربان دے
الٓمّٓۚ۝۱
الٓمّٓۚ ف۱
ف۱: دې ته حروف مُقَطّعَات وئیلے شی۔ دَ دې پهٔ معنیٰ نور څوک نهٔ پوهيږی۔ دا دَ الله اؤ رسول اللهﷺ تر مينځه يو راز دے چې دَ څهٔ مصلحت پهٔ وجه امت ته نهٔ دے ښئلے شوے اؤ ځنو مشرانو چې دَ دې کومې معنې بيان کړی دی۔ هغه دَ مثال اؤ تشبيه پهٔ طور دی۔ دا نهٔ چې ګنی واقعی دَ الله تعالیٰ هم دغه معنیٰ مراد ده۔ نو دا يو شخصی رائے ګڼل اؤ ورته غلط وئیل ښهٔ کار نهٔ دے۔ دَ تحقيق خلاف دے۔
ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَیْبَ١ۛۖۚ فِیْهِ١ۛۚ هُدًی لِّلْمُتَّقِیْنَۙ۝۲
دا کتاب هېڅ شبه نشته ف۲ دے پهٔ دهٔ کښې لاره ښودونکے دے ف۳ پرهيزګارانو ته ف۴
ف۲: يعنی پهٔ دې کښې هېڅ شک نشته چې دا دَ الله کلام دے اؤ دَ دې ټول احکام صحيح اؤ پاخهٔ دی۔ پهٔ دې پوهه شیٔ چې پهٔ يوه خبره کښې دَ شک اؤ غلطیٔ کېدو دوه وجې دی۔(۱) يا خو هغه کلام پخپله غلط اؤ خراب وی يا (۲) دَ اؤرېدونکی عقل کښې کمې يا نقصان وی۔ نو پهٔ اول شکل کښې خو واقعی هغه کلام دَ شک قابل دے اؤ پهٔ دويم شکل کښې کلام حق وی دَ شک نه پاک وی خو دَ اؤرېدونکی عقل کښې نقصان وی، ناپوهه وی پهٔ خبره پوهيږی نه۔ ځکه پکښې شک کوی۔ نو دلته دَ شک دَ اول قسم نفی شوے ده۔ يعنی کلام الله کښې دَ څهٔ شک ګنجائش نشته۔ مشرکان کهٔ پکښې شک کوی نو دَ هغوی دَ عقل نقصان دے۔ ناپوهه دی۔ دَ دې دويم قسم شک متعلق مخکښې آيتونو کښې تفصيلی ترديد شوے دے وَ اِنۡ کُنۡتُمۡ فِیۡ رَیۡبٍ الآیه سره۔
ف۳: دَ دې آيت نه تر اخره پورې ټول قرآن ځواب دَ ” اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ “ چې بندګانو سوال کړے وهٔ چې مونږ ته نېغه لار وښيه۔ نو دَ شريعت نېغه لار ورته وښئلے شوه۔
ف۴: يعنی کوم بندګان چې الله نه ويريږی دا قرآن هغوی ته نېغه لار ښیٔ۔ ځکه چې څوک دَ الله نه ويريږی هغه به دَ الله دَ رضا اؤ ناراضه کېدو خيال ساتی۔ دَ الله دَ احکامو اطاعت به کوی اؤ نافرمانی به نهٔ کوی۔
الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْغَیْبِ وَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَۙ۝۳
هغه کسان چې ايمان راؤړی پهٔ ناليدلے ف۵ اؤ ودروی نمونځ ف۶ اؤ لهٔ هغه څهٔ نه چې روزی ورکړے ده مونږه دوی ته خرڅ کوی ف۷
ف۵: يعنی کوم څيزونه چې دَ عقل اؤ حواسو نه پټ دی۔ لکه جنت دوزخ، فرښتې اؤ قيامت وغېره دا ټولې خبرې دَ الله اؤ رسولﷺ دَ ارشاد مطابق منی اؤ يقين پرې کوی۔ دې نه معلومه شوه چې پهٔ دې څيزونو يقين نهٔ کوونکے هدايت نه محروم دے۔
ف۶: دَ نمونځ قائم ساتلو مطلب دے۔ همېشه پهٔ صحيح وخت دَ ټولو حقونو پوره پوره خيال ساتلو سره نمونځ کؤل۔
ف۷: عبادتونه ټول درے قسمه دی(۱)چې دَ زړهٔ دَ يقين سره تعلق لری(۲)چې بدن سره تعلق لری لکه نمونځ ، روزه اؤ نور اذکار(۳) چې مال سره تعلق لری لکه زکوٰة ۔ عشر۔ صدقات۔ اؤ خېرات وغېره ۔ په دې آيت مبارک کښې دَ درے واړو ترتيب وار ذکر شوے دے۔
وَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَ مَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ١ۚ وَ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَؕ۝۴
اؤ هغه کسان چې ايمان راؤړی پهٔ هغه څهٔ (چې) نازل شوی دی تاته اؤ پهٔ هغه څهٔ چې نازل شوی دی پخوا له تانه، اؤ پهٔ اخرت باندې دوی يقين لری ف۸
ف۸: دَ دې نه وړومبنی آيت کريمه کښې دَ هغه خلقو بيان وهٔ چې کومو مشرکينو(يعنی دَ مکی دَ خلقو) چې ايمان ېٔ راؤړې وهٔ اؤ دې آيت کښې دَ هغې خلقو بيان دے چې اهلِ کتاب وو يعنی (يهود ونصاریٰ) چې اسلام ېٔ قبول کړے وهٔ۔
اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ١ۗ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۝۵
دغه کسان پهٔ هدايت باندې دی لهٔ طرفه دَ پروردګار خپل نه، اؤ دغه کسان، دوی خلاصې موندونکی دی ف۹
ف۹: يعنې دَ دې دواړو ډلو پهٔ دنيا کښې ايمان نصيب شو۔ اؤ پهٔ آخرت کښې به ېٔ هر قسم مرادونه حاصل شو۔ دې نه معلومه شوه چې څوک دَ ايمان اؤ نيکو عملونو دَ نعمت نه محروم وی۔ دَ هغوی دنيا اؤ اخرت دواړه برباد دی۔ اوس چې دَ مومنانو دواړو ډلو بيان وشو نو ورپسې دَ کافرانو حالت بيانيږی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۶
بې شکه هغه کسان چې کافر شول برابره ده پهٔ دوی که ويروې تهٔ دوی يا نهٔ ويروې تهٔ دوی ايمان نهٔ راوړی دوی ف۱۰
ف۱۰: دلته دَ کافرانو نه هغه کسان مراد دی پهٔ چاچې کفر مقرر شوے دے۔ دَ ايمان دَ دولت نه همېشه دَ پاره محروم دی۔ چې دَ کفر پهٔ حالت کښې مړهٔ شوی دی لکه ابوجهل اؤ ابولهب وغېره۔ ګنی ظاهره ده چې ډېر خلق مخکښې کافران وو۔ بيا سوچه مسلمانان شو اؤ لا تر اوسه مسلمانيږی۔
خَتَمَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَ عَلٰی سَمْعِهِمْ١ؕ وَ عَلٰۤی اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ١٘ وَّ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۠۝۷
مهر ووههٔ الله په زړونو دَ دوی اؤ په غوږونو دَ دوی اؤ پهٔ سترګو دَ دوی پرده ده ف۱۱ اؤ دوی لره دے عذاب لوئے۔
ف۱۱: دَ دوی پهٔ زړونو مهر لګېدلے دے چې پهٔ حق خبره نهٔ پوهیږی اؤ پهٔ غوګونو ېٔ مهر لګیدلے دے چې حق نهٔ اوری اؤ پهٔ سترګو ېٔ پردې دی چې حق نه وينی۔ دَ کافرانو بيان دلته ختم شو۔ دې نه پس ديارلس(۱۳) آيتونو کښې دَ منافقانو دَ حالت بيان دے۔
وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَ بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ مَا هُمْ بِمُؤْمِنِیْنَۘ۝۸
اؤ له خلقو نه هغه څوک دی چې وائی ايمان راؤړے دے مونږه پهٔ الله اؤ پهٔ ورځ دَ اخرت اؤ نهٔ دی دوی مؤمنان ف۱۲
ف۱۲: يعنی زړهٔ نه ېٔ ايمان نهٔ دے راؤړے، کوم چې پهٔ اصل کښې ايمان دے۔ هسې پهٔ خلهٔ وائی چې مونږ ايمان راوړے دے۔ دوکې ورکؤلو دپاره ۔
یُخٰدِعُوْنَ اللّٰهَ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ۚ وَ مَا یَخْدَعُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَ مَا یَشْعُرُوْنَؕ۝۹
فريب ورکوی دوی الله ته اؤ مؤمنانو ته اؤ فريب نهٔ ورکوی دوی مګر ځانونو خپلو ته اؤ نهٔ آګاه کيږی دوی ف۱۳
ف۱۳: يعنی دَ دوی دا چلبازی نهٔ په الله چليږی چې هغه ېٔ دَ زړهٔ دَ حال نه خبر دے اؤ نهٔ پهٔ مؤمنانو چليږی ځکه چې الله تعالیٰ خپل رسول اؤ مؤمنان دَ دوی دَ حال نه خبر کړی دی بلکې دَ دوی دَ چالبازیٔ نقصان هم خپله دوی ته رسی خو دوی غور نهٔ کوی دا باريکه نکته شاه عبدالقادر صاحبؒ پهٔ خپله ترجمه کښې راوستې ده چې دَ ” یَشْعُرُوْنَ “ عامه ترجمه پوهه ېٔ پریٔښې ده اؤ دَ غور اؤ سوچ ترجمه ېٔ کړے ده۔
فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ١ۙ فَزَادَهُمُ اللّٰهُ مَرَضًا١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌۢ١ۙ۬ بِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ۝۱۰
پهٔ زړونو دَ دوی کښې بيماری ده، پس زياته کړله دوی ته الله بيماری اؤ دوی لره دے عذاب درد ورکؤنکے پهٔ سبب دَ هغې چې دروغ به ېٔ وئیل ف۱۴
ف۱۴: يعنی دَ دوی پهٔ زړونو کښې دَ نفاق اؤ مسلمانانو سره دَ کينې اؤ حسد مرض وهٔ۔ نو اوس چې دَ قران نزول اؤ دَ اسلام اؤ مسلمانانو ترقی وينی نو دا مرض ېٔ نور هم زيات شو۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ١ۙ قَالُوْۤا اِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُوْنَ۝۱۱
اؤ هر کله چې ووئیلی شی دوی ته ف۱۵ تباه کاری مهٔ کویٔ پهٔ زمکه کښې نو وائی بې لهٔ دې نه بله خبره نهٔ ده چې مونږه اصلاح کونکی يو ف۱۶
ف۱۵: دَ دې دروغ وئیلو نه مراد هغه دَ دروغو دَ ايمان دعویٰ ده چې پهٔ خلهٔ ېٔ وې مونږ ايمان راؤړو اؤ دَ زړهٔ نه ېٔ ايمان نهٔ وهٔ راؤړے نو دا درد ناک عذاب دَ دې نفاق سزا ده۔ دَ مطلق دروغو سزا نهٔ ده۔
ف۱۶۔ خلاصه دا چې منافقانو پهٔ ډېرو طريقو فساد خورؤلو اول (۱) خپله نفسانی خواهشاتو کښې ګېر وو۔ اؤ شرعی احکامو کښې ېٔ سستی کؤله اؤ اسلام نه ېٔ نفرت کؤلو۔ دويم (۲) کافرانو سره به تلهٔ راتلهٔ دَ خپل قدر زياتؤلو دپاره به ېٔ دَ مسلمانانو خبرونه هغوی ته وړل اؤ دَ هغوی به ېٔ مسلمانانو ته راؤړل۔ دَ دې دپاره چې دَ اعتقاد اؤ عقل پهٔ لحاظ کمزوری مسلمانان دَ شرعی احکامو پهٔ لړ کښې نور هم کمزورے شی اؤ هر کله چې به دوی چا دَ دې فساد خورؤلو نه منع کؤل نو ځواب کښې به ېٔ وئیل چې مونږه خو اصلاح کؤنکی يو اؤ غواړو چې ټول قوم اؤ ملک دَ پخوا پهٔ شانې خپلو کښې خواږهٔ شی اؤ دَ نوی دين لهٔ کبله چې کوم مخالفت راپورته شوے دے دا ختم شی اؤ مونږ ګورو چې پهٔ هره زمانه کښې دَ دنيا سره مينه لرونکی اؤ نفسانی خواهشاتو پسې تلونکی هم دغسې وی۔
اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَ لٰكِنْ لَّا یَشْعُرُوْنَ۝۱۲
پوهه شیٔ چې هم دوی فساد جوړونکی دی خو نهٔ پوهيږی ف۱۷
ف۱۷۔ يعنی اصلاح خو پهٔ حقيقت کښې دا ده چې حق دين اسلام پهٔ ټولو دينونو غالب شی۔ اؤ ټول دنياوی هم دَ شريعت دَ احکامو تابع شی۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ اٰمِنُوْا كَمَاۤ اٰمَنَ النَّاسُ قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ كَمَاۤ اٰمَنَ السُّفَهَآءُ١ؕ اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَآءُ وَ لٰكِنْ لَّا یَعْلَمُوْنَ۝۱۳
اؤ کله چې ورته ووئیلی شی ايمان راوړیٔ څنګه چې ايمان راؤړے دے ټولو خلقو نو وائی ف۱۸ آيا مونږ ايمان راؤړو څنګه چې راوړے دے کم عقلو ف۱۹ واؤریٔ چې کم عقل هم دوی دی خو نهٔ پوهيږی ف۲۰
ف۱۸: پهٔ خپلو زړونو کښې به ېٔ دا وئیل يا به ېٔ دَکمزوريو مسلمانانو سره وئیل کوم چې په څهٔ وجه دَ منافقانو راز دار شوی وو۔
ف۱۹: کم عقل ېٔ هغې سوچه مسلمانانو ته وئیل چاچې خپل سرونه اسلام نه قربانؤل اؤ دَ هېچا دَ مخالفت پروا ېٔ نهٔ کؤله نه ېٔ دَ سختو نه ځان بچ کؤلو۔ پهٔ خلاف دَ منافقانو چې هغوی دَ کافرانو سره تعلقات ساتل۔ دنياوی تکليف نه ېٔ ځان بچ کؤلو اؤ دَ اخرت ېٔ هېڅ خيال نه ساتلو مصلحت بينی ورباندې غالبه وه اؤ دې ته ېٔ هوښيارتيا وئیله۔
ف۲۰۔ يعنی پهٔ حقيقت کښې کم عقل منافقان دی چې دَ دنياوی فائدې دَ پاره ېٔ اخرت تباه کړو دا څومره کم عقلی ده چې دَ څو ورځو ژوند دې معمولی فائدې دپاره دَ اخرت دائمی ژوند تباه کړې شی۔ بنديانو نه ويريږی اؤ دَ خالق نه نهٔ ويريږی۔ دومره کم عقل دی چې پهٔ دې دومره غټه خبره هم نهٔ پوهيږی۔
وَ اِذَا لَقُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَالُوْۤا اٰمَنَّا١ۖۚ وَ اِذَا خَلَوْا اِلٰی شَیٰطِیْنِهِمْ١ۙ قَالُوْۤا اِنَّا مَعَكُمْ١ۙ اِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُوْنَ۝۱۴
اؤ کله چې مخامخ شی مؤمنانو سره نو وائی مونږ ايمان راؤړے دے اؤ کله چې يواځې شی خپلو شيطانانو سره ف۲۱، نو وائی بې شکه مونږ ف۲۲ خو تاسو سره يو۔ مونږ خو مسلمانانو پورې خندا کوؤ۔ ف۲۳
ف۲۱۔ شيطانانو نه مراد يا هغه څرګند کافران دی چاسره چې دوی پټ تعلق ساتلو يا ترېنه دَ دوی مشران مراد دی۔
ف۲۲۔ يعنی دَ کفر پهٔ عقيدو کښې اؤ پهٔ دنیاوی معاملو کښې مونږ تاسو سره ملګری يو، تاسو نه جدا نهٔ يو۔
ف۲۳۔ يعنی پهٔ ظاهره ځان ته مسلمانان وايو۔ پهٔ رښتيا مسلمانان نهٔ يو دا خو هسې مسلمانانو پورې خندا کوؤ۔ اؤ دوکه ورکوؤ۔ چې سره دَ دې چې زمونږ اعمال اؤ اقوال دَ دوی پهٔ شان نهٔ دی بيا هم دوی مونږ مسلمانان ګڼی زمونږ مال اؤ اؤلاد محفوظ دے اؤ مالِ غنيمت کښې برخه هم راکوی اؤ مونږ دَ هغوی دَ راز خبرې تاسو ته راؤړو خو دوی بيا هم نهٔ پوهيږی اؤ پهٔ مونږ اعتبار کوی۔
اَللّٰهُ یَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَ یَمُدُّهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ۝۱۵
الله خندا کوی دوی پورې ف۲۴ اؤ ترقی ورکوی پهٔ سرکشیٔ کښې حال دا دے چې دوی دَ ړوند پهٔ شان ټکرې وهی ف۲۵
ف۲۴۔ چونکې الله تعالیٰ مؤمنانو ته حکم کړے وهٔ، چې منافقانو سره دَ مسلمانانو پهٔ شان معامله کویٔ۔ دَ سرو مال حفاظت ېٔ کویٔ اؤ مال غنيمت کښې برخه هم ورکویٔ نو دَ منافقانو دا خيال وهٔ چې مونږ مسلمانان دوکه کړل۔ کومه فائدہ چې پهٔ صحیح اسلام حاصلېده هغه مونږ تشه دَ خلې پهٔ وينا حاصله کړه پهٔ دې نهٔ پوهېدل چې دَ دنيا معمولی فائدہ خو ېٔ حاصله کړه لېکن دَ اخرت دائمی ژوند ېٔ تباه دے نو اوس دَ خندا لائق دا منافقان دی کهٔ مسلمانان؟ يا خو دَ الله دوی پورې خندا کؤلو مطلب دا دے چې دَ دوی دَ خندا بدله اؤ سزا به ورکوی۔
ف۲۵۔ يعنی الله تعالیٰ مهلت ورکړو نو دوی پهٔ سرکشیٔ کښې نور هم زيات شو اؤ دومره بې لارې شول چې پهٔ انجام ېٔ هيڅ غور ونهٔ کړو بلکې پهٔ دې خوشحاله وو چې مونږه مسلمانانو سره تقالې وکړې حال دا چې معامله دَ دوی دَ کردار مخالفه وه دا حقيقت دې ښکاره وی چې پهٔ آيت کښې فِیْ طُغْیَانِهِمْ فعل دَ یَمُدُّهُمْ سره متعلق لری خو دَ دهلی پهٔ جديدو ترجمو کښې ېٔ دا دَ یَعْمَهُوْنَ سره متعلق کړے دے (دې سره معنیٰ بدله اؤ دَ معتزله موافق اؤ دَ اهل سنت خلاف شوه حال دا چې دا دَ اهل عرب استعمال مخالف دے) اؤ دا غلطی ده چې پوهه خلق پرې ښهٔ پوهيږی۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰی١۪ فَمَا رَبِحَتْ تِّجَارَتُهُمْ وَ مَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ۝۱۶
دا هغه کسان دی چاچې واخسته ګمراهی دَ هدايت پهٔ بدله کښې نو فائدہ مند نه شو دَ دوی تجارت ف۲۶ اؤ نهٔ شو دوی هدايت موندونکی ف۲۷
ف۲۶۔ دَ تجارت نه مراد هم هغه ګمراهی ده چې دوی دَ هدايت پهٔ بدل کښې اخستے ده اګاهو ېٔ ذکر شوے دے۔
ف۲۷۔ يعنی منافقينو پهٔ ظاهره خو ايمان قبول کړلو اؤ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ کفر کښېنؤلو چې دَ هغی پهٔ وجه پهٔ اخرت کښې خراب اؤ پهٔ دنيا کښې خوار شو تر دې حده چې حق تعالیٰ پخپل کلام کښې دَ دوی حال هر چاته ورسؤلو۔ کهٔ ايمان ېٔ راؤړې وې نو پهٔ دواړو جهانو کښې به کامياب وو اوس خو دَ دوی تجارت دوی ته هېڅ فائدہ ورنه کړه نهٔ دَ دنيا اؤ نهٔ دَ اخرت اؤ دوی پهٔ دې پوهه نهٔ شو چې دوی صرف پهٔ ژبه باندې ايمان فائدہ مند اؤ نفع ورکونکے وګڼلو نو ځکه دې خرابیٔ اؤ سپکاوی ته مخامخ شو۔ اوس دَ دغه منافقينو مناسب دوه مثالونه بيانوی۔
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِی اسْتَوْقَدَ نَارًا١ۚ فَلَمَّاۤ اَضَآءَتْ مَاحَوْلَهٗ ذَهَبَ اللّٰهُ بِنُوْرِهِمْ وَ تَرَكَهُمْ فِیْ ظُلُمٰتٍ لَّا یُبْصِرُوْنَ۝۱۷
دَ دوی مثال دَ هغه سړی پشان دے چې بل ېٔ کړو اور، بيا کله چې روښانه کړو اور دَ دهٔ چار چاپېره يوړه الله دَ دوی رڼا اؤ پرېښودل ېٔ پهٔ تيرو کښې چې هېڅ نهٔ وينی ف۲۸
ف۲۸۔ يعنی دَ منافقو مثال داسې دے چې يو سړی پهٔ تکه توره تيارهٔ کښې پهٔ ځنګل کښې دَ لارې ليدلو دپاره اور بل کړه اؤ چې هر کله اور رڼا وکړه اؤ لاره ورته ښکاره شوه نو الله تعالیٰ ورته هغه رڼا مړه کړه اؤ پهٔ توره شپه کښې پهٔ ځنګل کښې ولاړ پاتې شو ولې چې هېڅ ورته نهٔ ښکارېدهٔ۔ هم دغسې منافقو دَ مسلمانانو دَ ويرې نه دَ کلمهٔ شهادت دَ رڼا نه کار اخستل وغښتل اؤ سمدستی ورته څهٔ ډېره لږه فائدہ(دَ ځان اؤ مال دَ حفاظت) ښکاره شوے وه چې ډېر ژر دَ کلمهٔ شهادت نور اؤ منافع دواړه ختم شو اؤ مرګ سره سم پهٔ دردناک عذاب واؤړېدل ۔
صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْیٌ فَهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَۙ۝۱۸
کاڼهٔ دی ،ګونګيان دی ،ړاندهٔ دی نو دوی نهٔ راګرځی ف۲۹
ف۲۹۔ يعنی کاڼهٔ دی چې رښتيا خبره نهٔ اؤری، ګونګيان دی رښتيا خبره نهٔ کوی، ړاندهٔ دی خپل نفع اؤ نقصان نهٔ وينی۔ بس کوم سړے چې کوڼ هم وی اؤ ګونګا هم نو څنګه به لارې ته سميږی کهٔ صرف ړوند وی نو چاته به اواز وکړی يا به دَ چا خبره واؤری نو اوس خو دَ دوی نه دا اميد نهٔ شی کېدے چې دَ غلطې لارې نه به سمې ته واؤړی۔
اَوْ كَصَیِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِیْهِ ظُلُمٰتٌ وَّ رَعْدٌ وَّ بَرْقٌ١ۚ یَجْعَلُوْنَ اَصَابِعَهُمْ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ١ؕ وَ اللّٰهُ مُحِیْطٌۢ بِالْكٰفِرِیْنَ۝۱۹
يا دَ دوی مثال داسې دے لکه تيز باران دَ اسمان نه وريږی، پکښې تيرې دی اؤ ګړزار دے اؤ پړق دے۔ دوی ورکوی خپلې ګوتې خپلو غوږونو کښې دَ ګړزار نه دَ مرګ دَ ويرې اؤ الله راګېرونکے دے دَ کافرانو ف۳۰
ف۳۰۔ دويم مثال دَ منافقو دَ هغو خلقو پهٔ شان دے چې دَ اسمان نه پرې تيز باران ووریږی اؤ پهٔ هغې کښې څو قسمه تيرې دی لکه مثلاً وريځې درنې اؤ سختې دی اؤ دَ وریځې څاڅکی تيز اؤ ګڼ دی اؤ شپه تکه توره تيارهٔ ده۔ دَ سختې تيرې سره دَ تندرونو کړسا اؤ پړقونه هم ويرؤنکی دی اؤ داسې ويرؤنکی چې دوی دَ مرګ له ویرې پهٔ غوږونو کښې ګُتې ورکوی چې دَ دې اوازونو سره ترې ساه ونه خيژی نو دغه شانې دا منافق پهٔ تکليفونو اؤ سزاګانو دَ شريعت پهٔ اؤرېدلو اؤ دَ خپلې خواریٔ اؤ رسوایٔ پهٔ لیدلو اؤ دَ خپلو غرضونو اؤ دَ دنيا دَ مصلحتونو پهٔ خيالونو سره سم پهٔ عجيبه کشمکش اؤ ويرې اؤ پريشانیٔ کښې راګېر دی اؤ پخپلو وهمی تدبيرونو سره خپل ځان بچ کؤل غواړی۔ خو الله تعالیٰ پخپل قدرت کافران دَ هر طرف نه ګېر کړی دی دَ هغهٔ دَ پنجې اؤ عذاب نه پهٔ هېڅ شان خلاصېدونکی نهٔ دی۔
یَكَادُ الْبَرْقُ یَخْطَفُ اَبْصَارَهُمْ١ؕ كُلَّمَاۤ اَضَآءَ لَهُمْ مَّشَوْا فِیْهِ١ۙۗ وَ اِذَاۤ اَظْلَمَ عَلَیْهِمْ قَامُوْا١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَ اَبْصَارِهِمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۠۝۲۰
نژدے ده چې پړق یوڅی دَ دوی سترګې، کله چې پړق رڼا وکړی دوی پکښې روان شی اؤ کله چې تيارهٔ شی پهٔ دوی نو ودريږی، اؤ کهٔ الله غوښتے نو وړی به ېٔ وو دَ دوی غوږونه اؤ سترګې۔ بې شکه الله پهٔ هر څهٔ قادر دے ف۳۱
ف۳۱۔ غرض دا چې منافقان دَ خپلې ګمراهیٔ پهٔ تيرو کښې پریشان دی۔ چې دَ اسلام رڼا اؤ دَ معجزاتو طاقت ووينی اؤ دَ کفر دَ بد انجام خبرې واوری نو بيدار شی اؤ ایمان راوړو تا ېٔ زړهٔ وشی خو چې کله ورته پکښې څهٔ دنياوی تاوان يا تکليف ښکاره شی نو بيا پهٔ کفر کلک شی لکه سخت باران اؤ تيارهٔ کښې چې دَ اسمان دَ پړق پهٔ رڼا کښې څو قدمه لاړ شی بيا ودريږی۔ لیکن الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ حال خبر دے اؤ پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ نو دوی پهٔ چل ول تش دَ خلې پهٔ ايمان خلاصېدے نهٔ شی۔
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوْا رَبَّكُمُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ۝۲۱
اۓ خلقو! عبادت وکړیٔ دَ خپل رب چاچې پيدا کړیٔ تاسو اؤ څوک چې تاسو نه مخکښې وو چې تاسو پرهېزګار شیٔ ف۳۲
ف۳۲۔ اوس ټولو بنديانو ته عام خطاب دے۔ مؤمنان دی کهٔ کافران ،کهٔ منافقان، دَ توحيد تعليم ورکؤلے شی۔ توحيد دَ ايمان بنياد دے خلاصه ېٔ دا ده۔ الله تعالیٰ تاسو اؤ تاسو نه مخکښې ټول بنيادم پيدا کړی دی اؤ دَ بنيادمو فائدې دپاره ېٔ ټول څيزونه هم پيدا کړی دی نو بيا تاسو هغه مهربان الله پرېږدیٔ اؤ هغهٔ نه غیر نور څيزونه لکه بتان وغېره چې تاسو ته هېڅ فائدہ يا نقصان نهٔ شی رسولے دَ الله سره برابرویٔ اؤ پهٔ عبادت کښې ېٔ ورسره شريکویٔ۔ دا څومره جهالت اؤ ناپوهی ده حالانکې تاسو ښهٔ پوهېږیٔ چې دَ الله پهٔ شان هېڅوک نشته۔
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ فِرَاشًا وَّ السَّمَآءَ بِنَآءً١۪ وَّ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ١ۚ فَلَا تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا وَّ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۲۲
هغه رب چې جوړه کړے ېٔ ده زمکه ستاسو دپاره فرش اؤ اسمان چت اؤ راکوزې ېٔ کړې دَ اسمان نه اوبهٔ، بيا ېٔ را ووېستې پهٔ هغې مېوې دَ ستاسو دَ خوراک دپاره نو مهٔ جوړویٔ الله سره څوک برابر، اؤ تاسو خو پوهېږیٔ ف۳۳
ف۳۳۔ دا خبره مخکښې بيان شوے ده چې په کلام الله کښې هېڅ شک نشته دَ شک کؤلو دوه وجې کېدے شوې يوه دا چې پهٔ کلام کښې خپله څهٔ کمزوری وی اؤ دَ شک ګنجائش پکښې وی دويم دا چې دَ مخاطب عقل کم وی پهٔ خبره نهٔ پوهیږی يا دَ حسد اؤ عناد په وجه ورکښې شک کوی۔ دَ اول شک ترديد خو په ” لَا رَیْبَ١ۛۖۚ فِیْهِ “ سره وشو۔ دَ دويم شک دَ پاره يوه اسانه طريقه بيانيږی چې کهٔ دا قرآن تاسو ته دَ الله کلام نهٔ ښکاری دَ بنيادم کلام ېٔ ګڼیٔ نو عربی ستاسو خپله ژبه ده اؤ تاسو ځان په ټولو عربو کښې فصيحان ګڼیٔ۔ نو تاسو دَ دې قرآن پهٔ شان يو وړوکے سورت چې کم از کم دَ دريو اياتونو برابر وی چې پهٔ فصاحت بلاغت کښې دَ دې قرآن پهٔ شان وی جوړ کړیٔ، اؤ کهٔ خپله ېٔ نه شیٔ جوړؤلې نو ځان سره نور فصيحان بليغان مدد دپاره را وغواړیٔ اؤ پهٔ شريکه ېٔ جوړ کړیٔ۔ کهٔ بيا ېٔ هم جوړ نهٔ کړې شیٔ اؤ نهٔ ېٔ شیٔ جوړؤلې نو پوهه شیٔ چې دا دَ الله کلام دے، دَ بنيادم کلام نهٔ دے نو بيا ېٔ ومنیٔ اؤ انکار مهٔ کویٔ۔ پهٔ دې آيت کښې دَ رسول اللهﷺ دَ نبوت دليل دے۔
وَ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰی عَبْدِنَا فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهٖ١۪ وَ ادْعُوْا شُهَدَآءَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۲۳
اؤ کهٔ ېٔ تاسو پهٔ شک کښې دَ هغې کلام نهٔ چې مونږ نازل کړے دے پهٔ خپل بنده، نو راؤړیٔ يو سورت دَ دې پهٔ شان اؤ را وبلیٔ خپل امداديان سوا دَ الله نه، کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ف۳۴
ف۳۴۔ يعنی کهٔ تاسو پهٔ دې دعویٰ کښې رښتونی يیٔ چې دا دَ الله کلام نهٔ دے، دَبنيادم کلام دے۔ يعنی حضورﷺ ېٔ دَ ځان نه جوړوی۔ نو بيا پهٔ تاسو کښې چې څومره شاعران، فصيحان، بليغان موجود دی دا ټول راجمع شیٔ اؤ الله نه سوا ټول مددګاران را وغواریٔ۔ دَ دې قرآن دَ يو وړوکی سورت پهٔ شان يو سورت جوړ کړیٔ۔ يا ېٔ دا مطلب دے چې الله نه سِوا خپلو ټولو معبودانو ته منت زاری وکړیٔ چې پهٔ دې مشکل کښې درسره امداد وکړی۔
فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا وَ لَنْ تَفْعَلُوْا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْ وَ قُوْدُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ١ۖۚ اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ۝۲۴
بيا کهٔ داسې ونهٔ کړې شیٔ نو ځان بچ کړیٔ دَهغه اور نه چې خشاک ېٔ بنيادم اؤ کاڼی دی۔ تيار کړې شوے دے کافرانو له ف۳۵
ف۳۵۔ بيا هم کهٔ داسې سورت جوړ نهٔ کړې شیٔ اؤ دا يقينی ده چې نه ېٔ شیٔ جوړولے نو بيا پهٔ دې قران ايمان راوړیٔ اؤ ځان دَ دوزخ دَ اور نه بچ کړیٔ کوم چې کافرانو يعنی دَ دې قرآن اؤ دَ دې نبی دَ منکرينو دَ پاره تيار شوے دے۔
وَ بَشِّرِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ؕ كُلَّمَا رُزِقُوْا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِّزْقًا١ۙ قَالُوْا هٰذَا الَّذِیْ رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ١ۙ وَ اُتُوْا بِهٖ مُتَشَابِهًا١ؕ وَ لَهُمْ فِیْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ١ۙۗ وَّ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۲۵
زېرے ورکړه هغه کسانو ته چې ايمان ېٔ راوړے دے اؤ کوی ښهٔ کارونه دوی دپاره باغونه دی، چې بهيږی ترې لاندې ولې هر کله چې ورکړې شی دوی ته څهٔ مېوه دَ خوراک دپاره، دوی به وائی دا خو هم هغه مېوې دی چې مونږ ته راکؤلے شوې مخکښې، اؤ وربه کړی شی دویٔ ته ميوې دَ يو شان شکل ف۳۶ اؤ وی به پهٔ دې کښې دوی دَ پاره بيبيانې پاکې اؤ دوی به پهٔ دې جنت کښې همېشه وی ف۳۷
ف۳۶۔ دَ جنت مېوې به پهٔ شکل و صورت دَ دنيا دَ مېوو پهٔ شان وی۔ لېکن خوند کښې به ېٔ دَ زمکې اسمان فرق وی يا دا چې دَ جنت مېوې به خپلو کښې پهٔ شکل يو شان وی لېکن خوند کښې به ېٔ فرق وی۔ نو جنتيان به وائی چې دا خو هم هغه مېوې دی کومې چې مونږ پهٔ دنيا کښې خوړلی دی۔ يا مو پهٔ جنت کښې دې نه مخکښې خوړلی دی۔ لېکن چې وېٔ خوری نو خوند کښی به ېٔ ډېر فرق وی۔
ف۳۷۔ دَجنت زنانه به دَ خرابو اخلاقو اؤ ظاهری اؤ باطنی پليتۍ نه پاکې وی۔
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَسْتَحْیٖۤ اَنْ یَّضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوْضَةً فَمَا فَوْقَهَا١ؕ فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ١ۚ وَ اَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَیَقُوْلُوْنَ مَا ذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا١ۘ یُضِلُّ بِهٖ كَثِیْرًا١ۙ وَّ یَهْدِیْ بِهٖ كَثِیْرًا١ؕ وَ مَا یُضِلُّ بِهٖۤ اِلَّا الْفٰسِقِیْنَۙ۝۲۶
بې شکه الله نهٔ شرميږی پهٔ دې خبره چې بيان کړی څهٔ مثال دَ ماشی، يا دَ داسې څيز چې دې نه زيات وی ف۳۸ نو څوک چې مؤمنان دی دَ هغوی پهٔ دې يقين دے چې دا مثال صحيح دے کوم چې نازل شوے دے، دَ دوی دَ رب له طرفه اؤ څوک چې کافران دی هغوی وائی څهٔ مطلب دے دَ الله دَ دې مثال نه۔ ګمراه کوی الله پهٔ دې مثال ډېر اؤ هدايت ورکوی ډېرو ته ف۳۹ اؤ نهٔ ګمراه کوی پهٔ دې مثال باندې مګر هغه بدکار۔
ف۳۸۔ پهٔ دې آيت کښې دَ کافرانو دَ يو اعتراض ځواب دے۔ هغوی چې دَ قرآن پهٔ شان سورت جوړؤلو نه عاجزه شو نو وې وئیل کهٔ مونږ داسې کلام جوړ نهٔ کړې شو، بيا هم دا دَ الله کلام نهٔ شی کېدے۔ ځکه چې لوی خلق پهٔ خپلو خبرو کښې دَ سپکو اؤ ذليلو څيزونو نوم نهٔ اخلی اؤ الله خو دَ ټولو لويو نه لوئے دے نو دَ هغهٔ پهٔ کلام کښې دَ ماشی اؤ جولاګی ذکر څنګه راغلے دے۔ دَدې نهٔ معلوميږی چې دا دَ الله کلام نهٔ دے نو ځواب ېٔ دا دے۔ چې دَ مثال نه مطلب دَ هغې خبرې وضاحت وی پهٔ دې کښې دَ هغه څيز دَ سپکوالی يا غټوالی څهٔ سوال نشته۔ مطلب وضاحت دے۔ نو دا څهٔ دَ شرم خبره نهٔ ده کهٔ پهٔ مثال کښې دَ يو وړوکی څيز نوم واخستے شی۔ پهٔ مثال باندې اعتراض بې وقوفی ده نو دا اعتراض دَ حسد يا بې وقوفیٔ په وجه کيږی۔
ف۳۹۔ ايماندار خو دا مثالونه مفيد اؤ حق منی اؤ کافران دَ حسد اؤ عناد پهٔ وجه وائی چې دَ داسې مثالونو مطلب څهٔ دے۔ ځواب ورکړې شو چې دَ الله تعالیٰ کلام سراسر هدايت دے پهٔ داسې مثالونو دَ ګمراهانو اؤ حق منونکيو ترمینځه فرق څرګندؤل ېٔ مطلب دے چې اهل حق ېٔ ومنی اؤ ګمراهان پرې اعتراض وکړی نو دَ دواړو ډلو فرق به څرګند شی۔
الَّذِیْنَ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مِیْثَاقِهٖ١۪ وَ یَقْطَعُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۝۲۷
چې ماتوی الله سره کړے وعده پس دَ مضبوطؤلو نه، اؤ پرېکوی هغه تعلقات چې الله حکم ورکړے دے دَ هغې دَ يو ځائې کؤلو ف۴۰ اؤ فساد جوړوی په ملک کښې ف۴۱ هم دغه کسان تاوانيان دی ف۴۲
ف۴۰۔ لکه صله رحمی اؤ دَ عالمانو ، واعظانو اؤ نيکانو سره تعلق ساتل۔
ف۴۱۔ دَ فساد مطلب دے خلق دَ ايمان راؤړو نه منع کؤل،(۱) مسلمانانو سره اختلاف اؤ جنګونه کؤل، دَ امت په نيکانو نکته چينی کؤل اؤ دَ اسلام پهٔ احکامو اعتراضونه کؤل وغېره يا (۲) دَ مسلمانانو رازونه کافرانو ته رسؤل يا (۳) پهٔ مسلمانانو کښې غلط رسمونه اؤ رواجونه جاری کؤل۔
ف۴۲۔ مطلب دا دے چې پهٔ دې غلطو کارونو خپل ځان ته نقصان رسویٔ۔ اسلام ته نقصان نهٔ شیٔ رسؤلے۔ اسلام به دغه شان ترقی کوی ۔
كَیْفَ تَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَ كُنْتُمْ اَمْوَاتًا فَاَحْیَاكُمْ١ۚ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۝۲۸
تاسو څنګه انکار کویٔ دَ الله نه اؤ حال دا دے چې تاسو بې ساه ویٔ ف۴۳ نو الله ژوندی کړیٔ ف۴۴ بيا به مو مړهٔ کړی ف۴۵ اؤ بيا به مو دوباره ژوندی کړی ف۴۶ بيا به دَ هغهٔ طرف ته را وګرځولے شیٔ ف۴۷
ف۴۳۔ يعنی بې ساه څيزونه ویٔ چې هېڅ حس حرکت پکښې نهٔ وهٔ، اول عناصر وو۔ بيا دَ مور پلار غذا شوه۔ غذا نه نطفه جوړه شوه بيا دَ مور پهٔ رحم کښې نطفې نه دَ وينې ټوټه جوړه شوه۔ بيا دَ غوښې ټوټه شوه۔
ف۴۴۔ بيا پکښې دَ مور پهٔ ګېډه کښې ساه واچؤلے شوه اؤ بيا ېٔ پهٔ دنیا کښې ژوندی بنيادم کړیٔ۔
ف۴۵۔ يعنی چې کله مو دنيا کښې نېټه پوره شی مړهٔ به شیٔ ۔
ف۴۶۔ يعنی قيامت کښې به بيا ژوندی کؤلی شیٔ حساب دپاره ۔
ف۴۷۔ يعنی چې قبرونو نه راپاڅیٔ۔ دوباره ژوندی شیٔ نو دَ الله دربار کښې به حساب ورکؤلو دپاره ودرېږیٔ نو اوس خپله انصاف وکړیٔ چې اول نه تر اخره درباندې دَ الله تعالیٰ څومره احسانونه دی اؤ پهٔ هر کار کښې الله تعالیٰ ته محتاج ېٔ نو بيا دَ هغهٔ دَ احکامو نه انکار کؤل څومره غټه بې وقوفی ده۔
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا١ۗ ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ فَسَوّٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ١ؕ وَ هُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۠۝۲۹
الله هغه ذات دے چې پيدا ېٔ کړل تاسو دپاره څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ټول ۔ بيا ېٔ اراده وکړه اسمان ته نو برابر ېٔ کړل ووهٔ (۷) اسمانونه اؤ الله په هر څهٔ خبر دے ف۴۸
ف۴۸۔ پهٔ دې آيت مبارک کښې دَيو بل غټ نعمت بيان دے يعنی الله تعالیٰ تاسو پيدا کړیٔ اؤ تاسو دَ بقا اؤ فائدې دپاره ېٔ پهٔ زمکه کښې هر قسم څيزونه ډېر پيدا کړل يعنی دَ خوراک څيزونه اؤ جامو دپاره اؤ هر قسم سامان کوم چې دَ بنيادم پهٔ ژوند کښې پکاريږی ټول څيزونه الله تعالیٰ ډېر ډېر پيدا کړل چې دَ ټولو بنيادمو دَ دنيا دَ ابتدا نه تر انتها پورې کافی دی۔
وَ اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةً١ؕ قَالُوْۤا اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَ یَسْفِكُ الدِّمَآءَ١ۚ وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَ نُقَدِّسُ لَكَ١ؕ قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۳۰
اؤ کله چې ووئیل ستا رب فرښتو ته چې زهٔ جوړونکے يم پهٔ زمکه کښې خپل يو نائب ف۴۹ فرښتو ووئیل آيا تهٔ نائب جوړوې پهٔ زمکه کښې هغه څوک چې فساد به جوړوی پهٔ دې کښې اؤ بيوی به وينه۔ اؤ مونږ وايو ستا حمد وثنا اؤ يادوؤ ستا پاک ذات ف۵۰ الله تعالیٰ ووئیل بېشکه ماته معلوم دی څهٔ چې تاسو ته نهٔ دی معلوم ف۵۰
ف۴۹۔ اوس دَ يو بل نعمت ذکر دے چې دا احسان پهٔ ټولو بنيادمو شوے دے ۔ يعنی دَ آدم عليه السّلام پيدائش اؤ پهٔ زمکه کښې دَ خلافت اعزاز ورکؤل پهٔ تفصيل سره دَ دې نعمت بيان شوے دے۔
ف۵۰۔ دَ فرښتو پهٔ زړهٔ کښې دا خيال راغلو چې مونږ دَ الله تعالیٰ حمدوثنا وايو۔ تابعدار اؤ فرمانبردار موجود يو نو دَ بل داسې مخلوق چې هغه به نافرمانی کوی، فسادونه اؤ قتلونه به کوی۔ دَ داسې نافرمانه مخلوق پيدا کؤلو فائدہ څهٔ ده۔ حکمت پکښې څهٔ دے۔ ځان پوهه کؤلو دپاره ېٔ تپوس وکړو۔ دَ الله پهٔ کار ېٔ اعتراض هرګز نه کؤلو۔ پاتې شوه دا خبره چې فرښتې څهٔ خبر وې چې بنيادم به دا کارونه کوی۔ پهٔ دې کښې ډېر احتمالات دی۔ شايد چې پېريانو باندې ېٔ قياس کړے وی۔ يا (۱) به ېٔ پهٔ لوح محفوظ کښې ليدلی وی۔ يا ېٔ دا خیال کړے وی چې دَ نائب اؤ خليفه ضرورت خو هله پَيدا کيږی چې ظلم اؤ فساد کيږی چې دَ هغې دَ رفع کؤلو انتظام وکړی يا به ېٔ دَ ادمؑ دَ قالب نه دا اندازه لګولی وی چې مخلتفو عناصرو نه جوړ دے نو خطا کيږی به لکه څنګه چې شيطان اندازه لګولې وه۔
ف۵۱۔ اول خو فرښتو ته اجمالی ځواب ورکړې شو چې زهٔ پهٔ خپلو کارونو ښهٔ پوهېږم اؤ دَ بنيادم پهٔ پيدا کؤلو کښې چې کوم حکمتونه دی، اوس پرې تاسو نهٔ شیٔ پوهېدے۔
وَ عَلَّمَ اٰدَمَ الْاَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَی الْمَلٰٓىِٕكَةِ١ۙ فَقَالَ اَنْۢبِـُٔوْنِیْ بِاَسْمَآءِ هٰۤؤُلَآءِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۳۱
اؤ وښودل الله آدمؑ ته نومونه دَ ټولو څيزونو، بيا ېٔ وړاندې کړل دا څيزونه فرښتو ته، بيا ېٔ ووې بيان کړیٔ ماته نومونه دَ دې څيزونو، کهٔ تاسو رښتونی یئ۔
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَاۤ اِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ۝۳۲
فرښتو ووئیل تهٔ پاک ېٔ مونږ ته نهٔ دی معلوم مګر څومره چې راته تا ښودلی دی بېشکه تهٔ پهٔ هر څهٔ عالم دَ حکمت خاوند ئ ف۵۲
ف۵۲۔ خلاصه دا چې الله تعالیٰ ادمؑ ته دَ ټولو څيزونو نومونه، دَهغې حقيقت اؤ خاصيت اؤ نفع نقصان وښئل اؤ دا علم ېٔ بلا واسطه دَ ارتقاء پهٔ ذريعه ورکړو ځکه چې دَ دې علمِ کمال نه بغير خلافت اؤ پهٔ دنيا حکومت ممکن نهٔ وهٔ بيا ېٔ دَ فرښتو نه دَ آدمؑ دَ خلافت دَ حکمت ښئلو دپاره تپوس وکړو چې کهٔ تاسو پهٔ دې خبره کښې رښتونی یئ چې مونږ دَ خلافت کار چلولے شو دَ بل مخلوق پيدا کؤلو ضرورت نشته نو دَ دې څيزونو نومونه وښیٔ۔ فرښتو دَ خپل عجز اؤ قصور اقرار وکړو اؤ پوهه شوې چې دَ دې علمی کمال نه بغير خلافت نهٔ شو کېدے نو وېٔ وئیل بېشکه تهٔ دَ کامل علم خاوند ئ۔ ته پخپلو کارونو ښهٔ پوهېږې زمونږ علم ناقص دے۔ مونږ ستا دَ کارونو په حکمت نهٔ شو پوهېدے۔
قَالَ یٰۤاٰدَمُ اَنْۢبِئْهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ١ۚ فَلَمَّاۤ اَنْۢبَاَهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ١ۙ قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۙ وَ اَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَ مَا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ۝۳۳
الله ووئیل اے ادمه وښيه فرښتو ته دَ دې څيزونو نومونه بيا چې هغهٔ ورته دَ دې نومونه وښودل، الله ووې آيا ما تاسو ته نهٔ وو وئیلی چې ماته ښهٔ معلوم دی پټ څيزونه دَ اسمانونو اؤ زمکې اؤ ماته معلوم دی څهٔ چې تاسو ښکاره کویٔ اؤ څهٔ چې تاسو پټویٔ ف۵۳
ف۵۳۔ بيا آدمؑ ته حکم وشو نو هغهٔ فرښتو ته دَ ټولو څيزونو نومونه اؤ دَهغو حقيقت اؤ منافع ژر ژر بيان کړل۔ فرښتې دَ هغهٔ علم ته حيرانې پاتې شوې بيا الله تعالیٰ فرښتو ته ووې” آيا ما درته نهٔ وو وئیلی چې ماته دَ زمکې اؤ اسمانونو ټول پټ څيزونه معلوم دی ستاسو پهٔ زړهٔ کښې چې کومه پټه خبره وه هغه هم راته معلومه وه“(فائدہ) دې نه معلومه شوه چې علم دَ عبادت نه افضل دے۔ پهٔ عبادت کښې فرښتې دَ ټول مخلوق نه زياتې دی چې دَ ګناه نه پاکې دی۔ نافرمانی بالکل نهٔ کوی لېکن پهٔ علم کښې دَ انسان نه کمې دی نو خلافت انسان ته ورکړې شو اؤ فرښتو هم دَ علم فضيلت ومنلو اؤ پکار هم داسې وه ځکه چې عبادت دَ مخلوق صفت دے اؤ علم دَ خالق صفت دے اؤ پهٔ نائب کښې پکار ده چې دَ منيب صفت وی۔
وَ اِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ١ؕ اَبٰی وَ اسْتَكْبَرَ١٘ۗ وَ كَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ۝۳۴
اؤ هر کله چې مونږ حکم ورکړو فرښتو ته چې سجده وکړیٔ ادم ته نو ټولو سجده وکړه بې دَ ابلیس نه ف۵۴ هغهٔ انکار وکړو اؤ لوئی ېٔ وکړه اؤ دې وهٔ دَ کافرانو نه ف۵۵
ف۵۴۔ چې دَ آدمؑ خلافت ومنلې شو نو فرښتو اؤ پېريانو ته حکم وشو چې آدمؑ ته سجده وکړیٔ آدمؑ صرف قبلهٔ سجود وهٔ۔ لکه بيت الله شريف چې قبلهٔ سجود دے۔ پهٔ اصل کښې سجده الله ته کيږی خو مخ بيت الله ته وی۔ دا حکم داسې وهٔ لکه بادشاه چې څوک خپل ولی عهد مقرر کړی نو خپلو وزيرانو اؤ اميرانو ته ووائی چې اوس دهٔ ته نذرانې پيش کړیٔ چې خبره پخه شی۔ بيا څوک انکار نهٔ شی کؤلے۔ نو فرښتو اؤ نورو پېريانو خو حکم ومنلو۔ سجده ېٔ وکړه لېکن ابليس شيطان دَ سجدې نه انکار وکړو۔ شيطان اصل کښې پېرے وهٔ۔ اؤ انکار ېٔ ځکه وکړو چې دې نه څو زره کاله مخکښې پهٔ زمکه دَ پېريانو بادشاهی وه اؤ اسمان ته به هم تلل راتلل خو چې دَ هغوی سرکشی زياته شوه نو دَ الله په حکم څهٔ فرښتو قتل کړل اؤ څهٔ ېٔ ځنګلونو اؤ جزيرو ته وشړل۔ ابليس پهٔ پېريانو کښې ډير عابد اؤ عالم وهٔ۔ دَ فرښتو پهٔ سفارش قتل نه بچ شو۔ بيا فرښتو سره وسېدو نو پهٔ دې طمع وهٔ چې اوس به پهٔ زمکه يوازې زما بادشاهی وی اؤ دَ زمکې دَ خلافت کار به ماته حواله شی۔ چې دَ خلافت اعزاز ادمؑ ته ورکړې شو نو شيطان دَ حسد پهٔ وجه دَ هغهٔ دَ خلافت منلو نه انکار وکړو اؤ سجده ېٔ ونهٔ کړه۔
ف۵۵۔ يعنی دې بهٔ علم الهٰی کښې دَ مخکښې نه کافر وهٔ خلقو ته اوس معلوم شو يا اوس کافر شو چې دَ الله دَ حکم منلو نه ېٔ انکار وکړو۔
وَ قُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَ زَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَ كُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَیْثُ شِئْتُمَا١۪ وَ لَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝۳۵
اؤ مونږ ووې آدم ته وسيږه تهٔ اؤ ستا بی بی پهٔ جنت کښې اؤ خوریٔ پهٔ دې کښې فراخه څهٔ چې غواړیٔ اؤ کوم ځائې نه چې غواړیٔ۔ مهٔ نژدے کېږیٔ دې بوټی ته ۔ بيا به شیٔ دَ ظالمانو نه ف۵۶
ف۵۶۔ مشهوره ده چې دا بوټے غنم وهٔ۔ چا انګور يا انځر ياد کړے دے(والله اعلم)۔
فَاَزَلَّهُمَا الشَّیْطٰنُ عَنْهَا فَاَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِیْهِ١۪ وَ قُلْنَا اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ١ۚ وَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّ مَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ۝۳۶
بيا دوی دواړه وغلؤل شيطان اؤ هغه ځائې نه ېٔ ووېستل دَ هغې عزت اؤ راحت نه چې دوی پکښې وو ف۵۷ مونږ ورته ووې کوز شیٔ ټول تاسو به دَ يو بل دښمنان ېٔ ف۵۸ اؤ تاسو ته پهٔ دې زمکه کښې وسېدل دی اؤ دې نه فائدہ اخستل دی تر يوه وخته ف۵۹
ف۵۷۔ وائی چې ادمؑ اؤ حوا بی بی پهٔ جنت کښې وسېدل ۔ شيطان دَ خپل عزت دَ ځائې نه وشړلے شو نو دَ هغهٔ حسد اؤ کينه نوره هم زياته شوه۔ وائی چې دَ طاؤس يا دَ مار پهٔ شکل کښې جنت ته ننوتو اؤ حوا ابۍ ته ېٔ داسې خبرې ښائسته کړې چې هغه ېٔ دې بوټی خوړلو ته تياره کړه۔ پهٔ آدمؑ ېٔ هم وخوړلو مخکښې دا قيصه پهٔ تفصيل سره راځی۔
ف۵۸۔ دَ دې غلطیٔ پهٔ سزا کښې آدمؑ اؤ حوا اؤ دَ دوی پيدا کيدونکی اؤلاد دَ ټولو متعلق دا حکم وشو چې جنت نه زمکې ته لاړ شیٔ۔ هلته وسیٔ دَ يو بل دښمنان به ېٔ۔ يو بل ته به تکليفونه رسویٔ۔ جنت دَ نافرمانیٔ اؤ تکليفونو ځائې نهٔ دے۔ ستاسو دَ امتحان دپاره زمکه پيدا شوے ده۔
ف۵۹۔ يعنی پهٔ دنيا کښې به همېشه نهٔ وسیٔ بلکې تر يو مقررې نېټې به دلته وسیٔ۔ دَ دنيا دَ څيزونو نه به فائدہ اخلیٔ اؤ بيا به مونږ سره مخامخ کېږیٔ۔ دا مقرر وخت دَ هر بنده دپاره دَ هغهٔ دَ مرګ وخت دے اؤ دَ ټولې دنيا دپاره دَ قيامت ورځ ده۔ چې پهٔ دې مقرره نېټه به دا دنيا ټوله ورانه شی۔
فَتَلَقّٰۤی اٰدَمُ مِنْ رَّبِّهٖ كَلِمٰتٍ فَتَابَ عَلَیْهِ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۝۳۷
بيا زده کړې آدمؑ دَ خپل رب له طرفه یو څو خبرې بیا توجه وکړه الله هغهٔ ته ۔ بېشکه الله دے ډېر توبه قبلونکے مهربانه ف۶۰
ف۶۰۔ آدم عليه السَّلام ته چې الله تعالیٰ دَ جنت نه دَ وتو حکم واؤرؤلو هغه ډېر پښېمانه شو۔ پهٔ ژړا فرياد شو معافی ېٔ غوښته۔ پهٔ دې حالت کښې ورباندې الله تعالیٰ رحم وکړو يو څو جملې ېٔ ورته په زړهٔ کښې واچؤلے چې دا وايه نو توبه به دې قبوله شی۔ هغه جملې دا دی۔
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَ اِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَ تَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ (سورة الاعراف آیت ۲۳)
قُلْنَا اهْبِطُوْا مِنْهَا جَمِیْعًا١ۚ فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی فَمَنْ تَبِعَ هُدَایَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝۳۸
مونږ حکم ورکړو، کوز شیٔ دې ځائې نه ټول ف۶۱ بيا کله چې ور ورسېدو زما دَ طرف نه هدايت، نو چاچې زما دَ هدايت تابعداری وکړه، نهٔ به پهٔ دوی څهٔ غم وی اؤ نهٔ به غمژن وی ف۶۲
ف۶۱۔ يعنی الله تعالیٰ دَ ادم عليه السَّلام توبه قبوله کړه خو سمدستی ېٔ ورته بيا جنت ته دَ تلو حکم ورنهٔ کړو بلکې دنيا کښې دَ وسېدو کوم حکم چې ورته شوے وهٔ هغه ېٔ پهٔ ځائې وساتلو، ځکه چې دَ حکمت تقاضا دا ده۔ ظاهره ده چې زمکه کښې خلیفه جوړؤلو دپاره ېٔ پیدا کړے وهٔٔ نهٔ چې جنت کښې وسېدو دپاره ۔ الله تعالیٰ ورته وفرمائیل چې څوک زما دَ احکامو تابعدار وی نو دنيا کښې وسېدل ورته څهٔ نقصان نهٔ ورکوی چې دنيا کښې خپل مقرر وخت پوره کړی نو جنت ته به لاړ شی اؤ بيا به همېشه پهٔ جنت کښې وی لېکن څوک چې نافرمانه وی هغوی دَ پاره دوزخ دے۔ دَ تابعدار اؤ نافرمانه فرق معلومېدو دپاره دنيا کښې وسېدل ضروری دی۔
ف۶۲۔ کوم تکيف چې دَ يو مصيبت راتلو نه مخکښې وی هغې ته خوف وئیلے شی۔ اؤ کوم چې مصیبت راتلو نه پس وی هغې ته حزن وئیلے شی۔ پهٔ دې آيت کښې دَ خوف اؤ حزن دواړو نفی شوے ده۔ کهٔ دَ دې نه خوف اؤ حزن دَ دنيا مراد وی نو مطلب ېٔ دا دے چې څوک زمونږ تابعدار وی هغوی سره به دَ جنت نه دَ پاتې کېدو غم نهٔ وی۔ ځکه چې هغوی ډېر ژر بيا جنت ته روان دی۔ اؤ کهٔ خوف اؤ حزن دَ آخرت مراد وی نو مطلب ېٔ دا دے چې نيکانو سره به دَ قيامت پهٔ ورځ نهٔ څهٔ ويره وی نهٔ څهٔ غم۔ غم خو به ېٔ ځکه نهٔ وی چې دَ جنت پهٔ طمع به وی۔ لېکن خوف خو به پهٔ دې ورځ پېغمبرانو سره هم وی دَ الله تعالیٰ دَ جلال نه به پهٔ ويره وی۔ اصل خبره دا ده چې خوف پهٔ دوه قسمه دے۔ (۱) يو خو هغه خو ف دے چې سبب ېٔ دَ دې ويریدونکی پهٔ ذات کښې وی لکه مجرم چې دَ بادشاه مخکښې ولاړ وی۔ (۲) دويم هغه چې سبب ېٔ دَ دې ويریدونکی پهٔ ذات کښې نهٔ وی۔ بلکې چانه چې ويریږی دَ هغهٔ پهٔ ذات کښې وی۔ لکه دَ بادشاه دَ جاه وجلال هېبت چې پهٔ چا راشی۔ يا لکه زمری نه چې څوک ويریږی۔ نو دلته کښې نفی دَ اول قسم خوف دے چې نيکانو به داسې څهٔ کار نهٔ وی کړے چې دَ هغې دَ سزا نه ويریږی۔ دَ دويم قسم نفی نهٔ ده شوے۔ پهٔ دې ورځ خو به دَ الله دَ جلال نه پېغمبران هم ويریږی۔
وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۠۝۳۹
اؤ چاچې انکار وکړو اؤ دروغ ېٔ وګڼل زمونږ آيتونه، هم دغه کسان دی وسېدونکی دَ دوزخ، دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی ۔
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَ اَوْفُوْا بِعَهْدِیْۤ اُوْفِ بِعَهْدِكُمْ١ۚ وَ اِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ۝۴۰
اے بنی اسرائیلو ف۶۳ ياد کړیٔ زما هغه احسان چې پهٔ تاسو مې کړے دےف۶۴ اؤ پوره کړیٔ ما سره کړے وعده ف۶۵ زهٔ به پوره کړم تاسو سره کړے وعده اؤ خالص مانه وويرېږیٔ ف۶۶
ف۶۳۔ اول یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوْا سره خطاب عام وهٔ۔ ټولو بنيادمو ته اؤ دَ هغې نعمتونو ذکر وهٔ کوم چې ټولو بنيادمو ته عام دی لکه دَ زمکې آسمان اؤ پهٔ دې کښې دَ ژوند دَ ټولو څيزونو پيدا کؤل اؤ دَ آدمؑ پيدا کؤل اؤ په زمکه کښې ېٔ خپل نائب کؤل اؤ پهٔ جنت کښې وسېدل وغېره۔ اوس خاص بنی اسرائیلو ته خطاب دے اؤ دَ هغې نعمتونو بيان دے کوم چې وخت پهٔ وخت خاص پهٔ بنی اسرائیلو شوی دی۔ اؤ هغوی ېٔ ناشکری کړے ده۔ پهٔ دې وخت کښې پهٔ دې ملک کښې بنی اسرائیل دَ علم اؤ اسمانی کتاب خاوندان وو۔ اؤ پېغمبران ېٔ پيژندل۔ دَ يعقوب عليه السَّلام نه تر عيسیٰ عليه السَّلام پورې څلور زره پېغمبران پهٔ بنی اسرائیلو کښې راغلی وو۔ عربو بنی اسرائیلو ته کتل چې دوی دَ حضرت محمدﷺ دَ پېغمبریٔ تصديق کوی کهٔ نه ځکه دَ دوی حالات تفصيل سره بيان شوی دی اؤ هغه احسانونه ورياد کړی شوی دی کوم چې خاص پهٔ دوی شوی وو۔ کهٔ دَ دې نه وشرميږی اؤ ايمان راؤړی اسرائیل دَ يعقوبؑ نوم دے۔ دَ دې معنیٰ ده دَ خدائے بنده(عبدالله) ۔
ف۶۴۔ بنی اسرائیلو کښې پهٔ زرګونو پېغمبران راغلی وو چې تورات اؤ نورې صحيفې پرې نازلې شوے وې۔ دَ فرعون دَ ظلم نه ېٔ خلاص کړل۔ دَ شام غندې اباد ملک بادشاهی ېٔ ورکړه۔ من و سلویٰ ېٔ ورته راواستؤل۔ دَ يو کاڼی نه ېٔ ورته دولس(۱۲) چينې ووېستلې اؤ نور داسې ډېر نعمتونه ورکړی شوی وو چې دَ هغې زمانې بل قوم ته نهٔ وو ورکړی شوی۔
ف۶۵۔ تورات کښې ترې نه دا وعده اخستې شوے وه چې دَ تورات پهٔ احکامو به عمل کویٔ اؤ کوم پېغمبر چې دراستؤم دَ هغه خبره به منیٔ اؤ امداد به ېٔ کویٔ نو دَ شام ملک به ستاسو پهٔ قبضه کښې وی خو بنی اسرائیل په خپله وعده قائم پاتې نهٔ شو۔ بدنيتی ېٔ راواخسته پهٔ رشوت به ېٔ دَ تورات احکام بدلؤل۔ ډېر پېغمبران ېٔ شهيدان کړل اؤ پهٔ تورات کښې چې دَ نبی کريمﷺ کومې نخښې ښيلې شوے وې هغه ېٔ پټې کړې اؤ ګمراهان شول۔
ف۶۶۔ يعنی دَ دنياوی تاوان نه مهٔ ويرېږیٔ اؤ مانه ويرېږیٔ اؤ دَ تورات احکام مهٔ بدلویٔ۔
وَ اٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَ لَا تَكُوْنُوْۤا اَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهٖ١۪ وَ لَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا١٘ وَ اِیَّایَ فَاتَّقُوْنِ۝۴۱
اؤ ايمان راوړیٔ پهٔ دې کتاب چې ما نازل کړے دے۔ تصديق کوی دَ هغه کتاب چې تاسو سره دے ف۶۷ اؤ مهٔ کيږدیٔ ټولو نه اول انکار کونکی دَ دې ف۶۸ اؤ مهٔ اخلیٔ زما پهٔ آيتونو لږ قيمت اؤ خالص مانه ويرېږیٔ۔
ف۶۷۔ پهٔ تورات کښې دا حکم وهٔ چې کوم پېغمبر دَ تورات تصديق کوی هغه رښتونے دے تابعداری ېٔ کویٔ۔ کهٔ دَ تورات تکذيب کوی هغه به دروغژن وی په قران کريم کښې عقيدې، دَ آخرت حالات، دَ پېغمبرانو حالات اؤ ټول اوامر اؤ نواهی دَ تورات موافق دی۔ البته ځنی احکام دَ تورات منسوخ شوی دی۔ قرآن کښې نوی احکام راغلی دی۔ لېکن دا دَ احکامو تبديلی دَ تصديق خلاف نهٔ ده۔ دَ تصديق خلاف خو تکذيب دے۔ قرآن دَ تورات تصديق کوی۔ تکذيب ېٔ نهٔ کوی۔ ځنی آيتونه خو دَ قرآن هم منسوخ شوی دی نو دې ته خو څوک تکذيب نهٔ شی وئیلې۔
ف۶۸۔ يعنی سره دَ پوهې دَ قرآن پهٔ تکذيب کوونکيو کښې وړومبی کېږیٔ مه چې ترقيامته دَ ټولو تکذيب کوونکيو وبال به ستاسو پهٔ غاړه شی۔ اؤ دَ مکې مشرکانو انکار کړے دے خو دَ جهالت اؤ ناپوهیٔ پهٔ وجه ېٔ کړے دے۔ سره دَ پوهې ېٔ نهٔ دے کړے۔
وَ لَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَ تَكْتُمُوا الْحَقَّ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۴۲
اؤ مهٔ ګډویٔ حق پهٔ باطل کښې اؤ مهٔ پټویٔ حق سره دَ پوهې۔
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ وَ ارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ۝۴۳
اؤ قائم ساتیٔ نمونځ اؤ ورکویٔ زکوٰة اؤ رکوع کویٔ دَ رکوع کونکيو سره ف۶۹
ف۶۹۔ يعنی پهٔ جمع نمونځ کویٔ۔ اسلام نه مخکښې نورو مذهبونو کښې دَ جمعې نمونځ نهٔ وهٔ اؤ دَ يهوديانو پهٔ نمانځه کښې رکوع نهٔ وه۔ خلاصه دا چې دَ اسلام ټول احکام ومنیٔ نمونځ دَ اسلام پهٔ طريقه کویٔ پهٔ جمع اؤ رکوع سره ۔
اَتَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَ تَنْسَوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَ اَنْتُمْ تَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۴۴
آيا تاسو حکم کویٔ خلقو ته دَ نېکیٔ اؤ هيرویٔ خپل ځانونه اؤ حال دا دے چې لولیٔ کتاب ،بيا سوچ ولې نهٔ کویٔ ف۷۰
ف۷۰۔ دَ يهودو ځنو عالمانو به خلقو ته وئیل چې اسلام ښهٔ دين دے خو خپله نهٔ مسلمانېدل اؤ دَ يهودو عالمانو به وئیل اؤ اکثر ظاهربين وائی مونږ چې بل چاته دَ نېکیٔ لار وښيو اؤ حق نهٔ پټوو نو پهٔ قاعده دَ اَلدَّالُ عَلَی الۡخَیۡرِ کَفَاعِلِهٖ (چاته دَ نېکیٔ لار ښئل داسې ده لکه خپله دا کار کؤل) نو بل څوک چې زمونږ پهٔ خبره عمل وکړی دا هم زمونږ عمل دے۔ خپله راته دَ عمل ضرورت نشته۔ دې آيت مبارک کښې دَ دې ترديد وشو مطلب دا دے چې نصيحت کونکی ته خپله هم نېک عمل پکار دے۔ دا غرض نهٔ دے چې بې عمله دې چاته نصيحت هم نهٔ کوی۔
وَ اسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوةِ١ؕ وَ اِنَّهَا لَكَبِیْرَةٌ اِلَّا عَلَی الْخٰشِعِیْنَۙ۝۴۵
اؤ امداد وغواړیٔ پهٔ صبر اؤ نمانځهٔ سره ف۷۱ اؤ بې شکه دا دواړه کارونه ګران دی مګر پهٔ هغه عاجزی کونکيو (ګران نهٔ دی) ۔
ف۷۱۔ دَ يهودو عالمانو چې ايمان نهٔ راؤړو دَ هغې وجه حُب مال اؤ حب جاه وو۔ پهٔ دې آيت مبارک کښې ورته دَ دې علاج وښيلې شهٔ صبر اؤ نمونځ۔ پهٔ صبر حُب مال لاړ شی اؤ پهٔ نمونځ ورکښې عاجزی راشی نو حُب جاه ختم شی۔
الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَ اَنَّهُمْ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ۠۝۴۶
دَ چاچې دا خيال وی چې خپل رب سره به مخامخ کيږو اؤ دا چې هم هغهٔ ته به راګرځو ف۷۲
ف۷۲۔ يعنی پهٔ صحيح طريقه نمونځ اؤ صبر ګران کار دے خو څوک چې الله سره دَ مخامخ کېدو نه اؤ حساب نه ويريږی ګران نهٔ دے۔
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَ اَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ۝۴۷
اے بنی اسرائیلو ياد کړیٔ زما هغه احسان چې پهٔ تاسو مې کړے دے اؤ دا چې تاسو ته مې فضيلت درکړے دے پهٔ تمام عالم ف۷۳
ف۷۳۔ چونکې پهٔ تقویٰ اؤ صبر اؤ صحيح عبادت دَ ايمان کمال حاصلول ګران وو نو الله تعالیٰ ورته بله اسانه طریقه وښودله اؤ هغه شکر دے ځکه ورته الله تعالی خپل وخت پهٔ وخت احسانونه اؤ نعمتونه وريادوی اؤ دَ دوی ناشکری اؤ نافرمانی بيانوی چې يوازې دَ بنيادم نه بلکې دَ ټولو حيواناتو دا فطرت دے چې دَ خپل محسن سره مينه کوی اؤ دَ هغهٔ تابعدار وی۔ شايد چې پهٔ دې طريقه ېٔ دَ الله تعالیٰ اطاعت اؤ محبت پهٔ زړهٔ کښې ځاېٔ ونيسی۔ دا مضمون ډېر تفصيل سره بيان شوے دے۔
فائدہ۔ پهٔ ټوله دنيا باندې دَ فضيلت دا مطلب دے چې پهٔ هغه زمانه کښې چې څومره خلق وو دَ هغې زمانې نه تر اسلام راتلو پورې پهٔ نورو خلقو کښې دوی افضل وو۔ لېکن چې دوی دَ آخری نبیﷺ نه اؤ آخری کتاب منلو نه انکار وکړو نو افضليت ېٔ ختم شو اؤ مغضوب عليهم شو۔
وَ اتَّقُوْا یَوْمًا لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْـًٔا وَّ لَا یُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَّ لَا یُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّ لَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ۝۴۸
اؤ دَ هغې ورځې نه ويريږیٔ چې پکار به نهٔ راځی هېڅوک دَ هېچا هېڅ هم۔ اؤ نهٔ به قبليږی دَ چا دَ طرفه نهٔ سفارش اؤ نهٔ به قبليږی ورنه څهٔ بدله، اؤ نهٔ به ېٔ څوک مدد کولے شی ف۷۴
ف۷۴۔ پهٔ چاچې څهٔ سخته راشی نو دوستان ورسره امداد کوی اؤ دَ سختیٔ ېٔ دَ بچ کؤلو کوشش کوی۔ کهٔ هغوی نه ونهٔ شی نو پهٔ سفارش دَ ځان بچ کؤلو کوشش کوی۔ که پهٔ دې هم ونهٔ شی نو پهٔ تاوان اؤ فديه ورکؤلو ځان خلاص کړی اؤ یا بيا خپله ډله راغُنډه کړی اؤ پهٔ زور طاقت اؤ پهٔ جنګ جګړه دَ هغې نه دَ نجات فکر کوی۔ دَ تکيلف نه دَ بچ کېدو دا څلور طريقې دی الله تعالیٰ ېٔ هم پهٔ دغه ترتيب بيانوی چې دَ الله نافرمانه کافر څوک پهٔ يوه طريقه هم دَ عذاب نه بچ کېدے نه شی يهودو به وې چې زمونږ مشرانو کښې ډېر پېغمبران راغلی دی مونږ دَ پېغمبرانو اولاد يو۔ مونږ کهٔ څومره نافرمانی وکړو الله به سزا نهٔ راکوی۔ دا مشران به مو سفارش وکړی۔ (دَ دې نه دَ هغې شفاعت انکار نهٔ کيږی دَ کوم چې اهلِ سنت قائل دی۔ اؤ کوم چې په نورو آيتونو کښې راغلے دے۔ ځکه چې هغه شفاعت به دَ الله پهٔ اجازت وی)۔
وَ اِذْ نَجَّیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَ یَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ١ؕ وَ فِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ۝۴۹
اؤ ياد کړیٔ هغه وخت چې خلاص مو کړیٔ دَ فرعون دَ خلقو نه چې درکؤلو به ېٔ سخت تکيف، ذبح کؤل ېٔ ستاسو هلکان اؤ ژوندۍ به ېٔ پريښودے ستاسو جينکۍ ف۷۵ اؤ پهٔ دې کښې ستاسو دَ رب لهٔ طرفه غټ ازمېښت وهٔ ف۷۶
ف۷۵۔ فرعون يو خوب ليدلے وهٔ۔ نجوميانو ورته دَ هغې تعبير دا ويستې وهٔ چې پهٔ بنی اسرائیلو کښی يو هلک پيدا کيږی هغه به ستا دين اؤ بادشاهی ختموی۔ نو فرعون حکم وکړو چې بنی اسرائیلو کښې چې کوم هلک پيدا کيږی هغه وژنیٔ اؤ جينکۍ ېٔ ژوندۍ پريږدیٔ زمونږ خدمت به کوی اؤ څهٔ خطره تری نشته۔ هم پهٔ دغه ورځو کښې الله تعالیٰ موسیٰ عليه السَّلام پيدا کړو اؤ ژوندے ېٔ وساتلو بلکې دَ فرعون پهٔ محل کښې ېٔ لوئے کړو ۔
ف۷۶۔ دَ بَلَآءٌ ګڼې معنیٰ ګانې دی کهٔ ذٰلِكُمْ سره اشاره ذبحې ته وی نو معنیٰ به ېٔ مصيبت شی اؤ کهٔ نجات ته اشاره وی نو معنیٰ به ېٔ نعمت شی اؤ کهٔ دې مجموعې ته اشاره وی نو معنیٰ به ېٔ ازمېښت شی پهٔ ترجمه کښې دا معنیٰ اخستے شوے ده۔
وَ اِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَاَنْجَیْنٰكُمْ وَ اَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ وَ اَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ۝۵۰
اؤ هغه وخت چې وشلؤلو مونږ تاسو دپاره سيند، خلاصې مو درکړو تاسو ته اؤ غرق مو کړل دَ فرعون خلق اؤ تاسو کتل ف۷۷
ف۷۷۔ يعنی تاسو ورته کتل چې فرعونيان ډوبېدل۔ دا خبره هم دَ ياد ساتلو ده۔
وَ اِذْ وٰعَدْنَا مُوْسٰۤی اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْۢ بَعْدِهٖ وَ اَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ۝۵۱
اؤ هغه وخت چې مونږ وعده وکړه موسیٰ سره دَ څلوېښتو شپو۔ بيا تاسو جوړ کړه سخے دَ موسیٰ نه پس، اؤ تاسو ظالمان ویٔ ف۷۸
ف۷۸۔ اؤ دا احسان هم ياد کړیٔ چې مونږ موسیٰ عليه السَّلام سره تورات ورکؤلو د پاره دَ څلوېښتو شپو وعده وکړه۔ هغه کوهِ طور ته لاړو چې تاسو ته کتاب راؤړی اؤ تاسو دلته دَ سخی عبادت شروع کړو۔ تاسو ډېر بې انصافه ظالمان ېٔ۔
ثُمَّ عَفَوْنَا عَنْكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۵۲
بيا مونږ معاف کړیٔ دَ دې نه پس هم چې تاسو احسان ومنیٔ ف۷۹
ف۷۹۔ يعنی دَ دې څرګند شرک نه پس هم مونږ دَ ستاسو توبه قبوله کړه اؤ سمدستی مو ټول تباه نهٔ کړیٔ۔ لکه دَ فرعون قوم چې مو ټول تباه کړو چې تاسو احسان ومنیٔ اؤ شکر ادا کړیٔ اؤ بيا داسې نافرمانی نهٔ کویٔ۔
وَ اِذْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَ الْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ۝۵۳
اؤ هغه وخت چې مونږ ورکړو موسٰیؑ ته کتاب اؤ حق و ناحق جدا کونکی احکام ،چې تاسو نېغه لار بيا مومیٔ ف۸۰
ف۸۰۔ کتاب تورات دے ،اؤ فرقان ووئیلی شو دَ شريعت (۱) احکامو ته چې جائز اؤ ناجائز جُدا کوی۔ يا فرقان (۲) ووئیلی شو دَ موسیٰ عليه السَّلام معجزو ته چې دَ هغې پهٔ تصديق يا تکذيب کافر اؤ مومن جدا کيږی يا دغه کتاب تورات فرقان هم دے چې حق اؤ ناحق جدا کوی۔
وَ اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ اَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوْبُوْۤا اِلٰی بَارِىِٕكُمْ فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ١ؕ ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ عِنْدَ بَارِىِٕكُمْ١ؕ فَتَابَ عَلَیْكُمْ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۝۵۴
اؤ هغه وخت چې ووې موسیٰ خپل قوم ته ف۸۱ اے قومه تاسو خپل نقصان وکړو چې تاسو سخے جوړ کړو نو اوس توبه وباسیٔ خپل پيدا کونکی ته اؤ ووژنیٔ خپل ځانونه ف۸۲ دا تاسو دپاره بهتره ده دَ خپل خالق سره نو الله ستاسو توبه قبوله کړه ف۸۳ بې شکه هغه دے توبه قبلونکے ډېر مهربانه۔
ف۸۱۔ دلته دَ قوم نه صرف هغه کسان مراد دی چې دَ سخی عبادت ېٔ کړے وهٔ۔
ف۸۲۔ يعنی چاچې دَ سخی عبادت نهٔ دے کړے هغوی دې هغه کس قتل کړی چاچې دَ سخی عبادت کړے دے، کوم چې مرتد شوی دی(دَ مرتد سزا قتل دے) وائی چې پهٔ دې وخت کښې بنی اسرائیل درے ډلې شوی وو۔ يوې(۱) ډلې خو دَ سخی عبادت شروع کړو بلې(۲) ډلې خو خپله دَ سخی عبادت نهٔ کؤلو خو نور ېٔ هم نهٔ منع کؤل دريمې (۳) خپله هم دَ سخی عبادت نهٔ کؤلو اؤ نور ېٔ هم دَ دې غلط کارنه منع کؤل۔ دا پاک خلق وو۔ نو دويمې ډلې ته حکم وشو چې اوله ډله قتل کړی دوی ته به هم دَ سکوت معافی وشی اؤ دريمه ډله پهٔ دې کار کښې شریکه نهٔ شوه۔ هغوی ته ضرورت نهٔ وهٔ۔
ف۸۳۔ پهٔ دې کښې دَ عالمانو اختلاف دے چې آيا دا مقتول کېدل توبه وه کهٔ دَ توبې تتمه وه لکه زمونږ پهٔ شريعت کښې چې دَ قاتلِ عمد دَ توبې قبلېدو دپاره دا ضروری ده چې هغه ځان دَ مقتول وارثانو ته قصاص اخستو د پاره حواله کړی۔ چې هغوی ترې بدل اخلی کهٔ معاف کوی ېٔ۔
وَ اِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰی لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی نَرَی اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْكُمُ الصّٰعِقَةُ وَ اَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ۝۵۵
اؤ هغه وخت چې تاسو ووې موسیٰ ته، مونږ هر ګز يقين نهٔ کوو پهٔ تا تر دې چې مونږ ووينو الله ښکاره۔ بيا راګېر کړیٔ ګړزار، اؤ تاسو کتل
ثُمَّ بَعَثْنٰكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۵۶
بیا راپورته کړیٔ مونږه دَ مرګ نه پس چې تاسو احسان ومنیٔ ف۸۴
ف۸۴۔ اؤ هغه وخت هم ياد کړیٔ چې دومره احسانونو نه پس تاسو موسیٰ عليه السَّلام ته ووې مونږ دې ستا پهٔ خلهٔ هر ګز يقين نه کوو چې دا تورات دَ الله کلام دے اؤ تاته پهٔ کوه طور درکړې شوے دے۔ تر څو چې مونږ پهٔ خپلو سترګو ونهٔ وينو ۔ موسٰیؑ دَ هغوی اويا(۷۰) کسان مشران کوهِ طور ته بوتلل هغوی دَ الله کلام واؤرېدو نو بيا ېٔ ووې چې الله مو پهٔ خپلو سترګو ليدلے نهٔ وی نو هسې پهٔ غائبانه آواز دا يقين نهٔ شو کولے چې دا خبرې څوک کوی۔ پهٔ دې خبرو کؤلو ورباندې تندر راپريوتلو اؤ ټول مړهٔ شو۔ بيا دَ موسٰیؑ پهٔ دعا دوباره ژوندی شو۔
وَ ظَلَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْغَمَامَ وَ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَ السَّلْوٰی١ؕ كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ١ؕ وَ مَا ظَلَمُوْنَا وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۝۵۷
اؤ سیورے مو کړو پهٔ تاسو دَ وريځې اؤ راکوز مو کړهٔ تاسو ته مَن اؤ سلوٰی ف۸۵ خوریٔ پاک څيزونه کوم چې مونږ درکړی دی ف۸۶ اؤ هغوی مونږ ته هېڅ نقصان رانهٔ کړو بلکې خپلو ځانونو ته ېٔ نقصان ورسؤلو ف۸۷
ف۸۵۔ کله چې فرعون دَ لښکر سره غرق شو اؤ بنی اسرائیل دَ مصر نه شام ته روان شو نو پهٔ سفر کښې ېٔ خيمې وشلېدې ۔ صحرا کښې دَ ګرمۍ نه تنګ شو نو الله تعالیٰ ورباندې دَ وريځې سيورے وکړو۔ ټوله ورځ به ورباندې دَ وريځې سيورے وهٔ اؤ چې راسن ورسره خلاص شو نو دَ خوراک د پاره ورته مَن اؤ سلویٰ ورکړې شو۔ مَن به دَ شپې لکه دَ پرخې دَ دڼيا دَ دانو غندې نرۍ نرۍ دانې راپريوتې اؤ سحر به هغوی ټولولې۔ دَ ګبين پهٔ شان خوږې اؤ خوندناکې وې۔ سَلویٰ دَ مړز پهٔ شان مرغۍ وې۔ ماښام به پهٔ زرګونو دَ دوی پړاؤ ته راجمع شوې۔ دوی بهٔ پهٔ اسانه رانيولې اؤ وریتولې به ېٔ۔ مَن سره به ېٔ خوړې ډېره موده ېٔ دا خوراک وهٔ۔
ف۸۶۔ يعنی دا خوندناک خوراک خوریٔ اؤ حرص مهٔ کویٔ۔ ذخيره کویٔ ېٔ مه۔ دَ وخت وخت به درته تازه تازه رارسی اؤ دَ دې بدل کښې بل خوراک مهٔ غواړیٔ ۔
ف۸۷۔ نو دوی اول ظلم خو دا وکړو چې مَن اؤ سلویٰ ېٔ ذخيره کؤل شروع کړل چې ګورې کهٔ سبا رانهٔ شی نو نهر به پاتی شو۔ نو هغه به ورته صبا پورې خراب شو سخا به شو۔ بل ظلم ېٔ دا وکړو چې دا مطالبه ېٔ شروع کړه چې مونږ همېشه پهٔ يو خوراک صبر نهٔ شو کؤلے۔ مونږ ته دې مختلف څيزونه لکه سبزیٔ ، غله ، مسور، پياز وغېره راکړې شی۔
وَ اِذْ قُلْنَا ادْخُلُوْا هٰذِهِ الْقَرْیَةَ فَكُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَّ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَّ قُوْلُوْا حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطٰیٰكُمْ١ؕ وَ سَنَزِیْدُ الْمُحْسِنِیْنَ۝۵۸
اؤ هغه وخت چې مونږ ورته ووې چې ننوځیٔ دې کلی ته ف۸۸ خوریٔ پکښې فراخه کوم ځائې نه چې غواړیٔ اؤ ننوځیٔ پهٔ دروازه باندې سجده کوونکی ف۸۹ اؤ واېٔ چې مونږ معاف کړه مونږ به معاف کړو ستاسو غلطیٔ اؤ زياتی به ورکړو نېکانو ته ف۹۰
ف۸۸۔ چې دا مطالبې ېٔ شروع کړې نو حکم ورته وشو چې صحرا کښې خو دا څيزونه نهٔ کيږی۔ دې نژدے ښار ته لاړ شیٔ هلته به درته هر څهٔ ډېر ډېر درکړې شی دَ دې ښار نوم اَرَیۡحَؔا وهٔ اؤ پهٔ دې کښې عمالقه قوم وسېدهٔ ۔
ف۸۹۔ يعنی دَ ښار پهٔ دروازه چې ننوځیٔ نو دَ شکر سجده وکړیٔ یا دا چې دَ عاجزیٔ دَ اظهار دپاره سرونه اؤ ملا ټیټ کړیٔ۔ (دا خو بدنی شکر شو)
ف۹۰۔ اؤ پهٔ خلهٔ باندې وايیٔ يا الله زمونږ ګناهونه معاف کړې(اؤ دا زبانی شکر شو) چاچې دا دواړه کارونه وکړل دَ هغوی غلطیٔ به معاف شی اؤ نېکانو ته به ډېر ثواب ورکړې شی۔
فَبَدَّلَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا قَوْلًا غَیْرَ الَّذِیْ قِیْلَ لَهُمْ فَاَنْزَلْنَا عَلَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ۠۝۵۹
بيا بدله کړه ظالمانو هغه خبره پهٔ خلاف دَ هغې چې ورته وئیلی شوی وو۔ بيا راکوز کړو مونږ هغه ظالمانو عذاب دَ آسمان نه دَ دوی دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه ف۹۱
ف۹۱۔ خبره ېٔ داسې بدله کړه چې دَ حِطَّۃٌ (معافی غواړو پهٔ ځائې ېٔ ووې چې حِنۡطَۃٌ(غنم غواړو) اؤ دَ سر ټيټؤلو اؤ سجدهٔ شکر پهٔ ځائې ېٔ پښې مخکښې کړې۔ سرونه ېٔ وروستو کړل اؤ دَ سجدې پهٔ ځائې پهٔ کناټيو ښویٔدل پهٔ دې طريقه ښار ته ننوتل نو دَ دې سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه ورباندې الله تعالیٰ دَ طاعون وبا راوسته تر غرمې پورې اويا زره(۷۰۰۰۰) يهوديان هلاک شو۔
وَ اِذِ اسْتَسْقٰی مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ١ؕ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَیْنًا١ؕ قَدْ عَلِمَ كُلُّ اُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ١ؕ كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا مِنْ رِّزْقِ اللّٰهِ وَ لَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ۝۶۰
اؤ هغه وخت چې غښتې موسیٰؑ اوبهٔ دَ خپل قوم دپاره مونږ ورته ووې، ووهه پهٔ همسا دا کاڼے ، نو وبهېدې دَ هغه کاڼی نه دولس چينې ف۹۲ وپيژنده هرې قبيلې خپله خپله چينه، خوریٔ اؤ څښیٔ دَ الله رزق اؤ مهٔ ګرځیٔ پهٔ زمکه فساد جوړوونکی ف۹۳
ف۹۲۔ دا قيصه هم دَ هغې صحرا ده چې يهوديان پکښې څلوېښت کاله ګېر وو دَ اوبو درک نهٔ لګېدهٔ۔ نو موسٰیؑ ته ېٔ سوالونه کؤل چې خدائې نه راته اوبهٔ وغواړه۔ حکم ورته وشو چې دا ګټه پهٔ همسا ووهه هغې نه دولس(۱۲) چينې روانې شوې۔ دَ بنی اسرائیلو دولس(۱۲) قبيلې وې۔ هرې قبيلې ته خپله چينه مقرر شوه۔ ځنې قبيلې وړې وې دَ هغو پهٔ چينه کښې اوبهٔ کمې وې اؤ ځنې قبيلې غټې وې دَ هغوی په چينه کښې اوبهٔ ډېرې وې۔ پهٔ دې طريقه ېٔ ورته چينې مقرر کړې۔ څوک چې دَ داسې معجزو نه انکار کوی هغوی دَ الله دَ قدرت نه انکار کوی (چې څرګند کفر دے)۔
ف۹۳۔ حکم ورته وشو چې مَن اؤ سلویٰ خوریٔ اؤ دا اوبهٔ څښیٔ اؤ دَ الله تعالیٰ شکر ادا کویٔ۔ پهٔ ملک کښې فساد مهٔ کویٔ۔
وَ اِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰی لَنْ نَّصْبِرَ عَلٰی طَعَامٍ وَّاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ مِنْۢ بَقْلِهَا وَ قِثَّآىِٕهَا وَ فُوْمِهَا وَ عَدَسِهَا وَ بَصَلِهَا١ؕ قَالَ اَتَسْتَبْدِلُوْنَ الَّذِیْ هُوَ اَدْنٰی بِالَّذِیْ هُوَ خَیْرٌ١ؕ اِهْبِطُوْا مِصْرًا فَاِنَّ لَكُمْ مَّا سَاَلْتُمْ١ؕ وَ ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ وَ الْمَسْكَنَةُ١ۗ وَ بَآءُوْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ یَقْتُلُوْنَ النَّبِیّٖنَ بِغَیْرِ الْحَقِّ١ؕ ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّ كَانُوْا یَعْتَدُوْنَ۠۝۶۱
اؤ هغه وخت چې تاسو ووې، اۓ موسٰیؑ، مونږ صبر نهٔ شو کؤلے پهٔ يو قسم خوراک نو دعا وغواړه دَ خپل رب نه چې راوباسی مونږه دپاره هغه څيزونه چې راټوکوی ېٔ زمکه لکه سبزی اؤ ترے اؤ غنم اؤ مسور اؤ پياز ف۹۴ ووې موسٰیؑ آيا تاسو اخلیٔ هغه څيز چې ادنیٰ دے پهٔ بدله دَ ښهٔ څيز کښې ف۹۵ نو کوز شیٔ يو ښار ته، نو حاصل به کړیٔ څهٔ چې غواړیٔ ف۹۶ اؤ واچولې شوه پهٔ دوی خواری اؤ محتاجی اؤ ګېر شو دَ الله پهٔ غضب کښې ف۹۷ دا ځکه چې دوی نهٔ منل دَ الله احکام اؤ قتل کؤل ېٔ پېغمبران برناحق دا ځکه چې دوی وو نافرمانه اؤ دَ حد نه وتونکی ف۹۸
ف۹۴۔ دا قيصه هم دَ دغې صحرا ده بنی اسرائیلو ووې چې ټول عمر يو خوراک نهٔ شو خوړې زړهٔ مو ترې موړ شو۔ اوس راته دَ خلې خوند بدلؤلو دَ پاره نور مختلف څيزونه پکار دی۔ لکه غله اؤ سبزی اؤ دالونه اؤ پياز وغېره ۔
ف۹۵۔ يعنی مَن اؤ سلویٰ چې ښهٔ څيزونه دی دا پرېږدیٔ اؤ مسور اؤ پياز غواړیٔ؟
ف۹۶۔ دلته صحرا کښې خو دا څيزونه نهٔ پيدا کيږی کهٔ دا مو زړهٔ غواړی نو يو ښار ته يعنی آبادې علاقې ته لاړ شیٔ کرونده شروع کړیٔ اؤ محنت وکړیٔ هر څهٔ ډېر ډېر پيدا کړیٔ اؤ خوریٔ۔
ف۹۷۔ ذلت دا چې دَ عيسايانو اؤ مسلمانانو محکوم به وی اؤ محتاجی دا کهٔ مال ورسره ډېر وی خو دَ بخيلیٔ پهٔ وجه به ېٔ پټ ساتی۔ پهٔ ځان به ېٔ هم نهٔ لګوی، سره دَ ماله به دَ فقيرانو پهٔ شان ژوند تېروی، کهٔ مال ورسره ډېر وی هم فائدہ به ترې نهٔ شی اخستے کوم عزت اؤ فضيلت چې الله تعالیٰ ورکړے وهٔ۔ دَ خپل ضد اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه ېٔ هغه تباه کړو اؤ ځان ېٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ عذاب کښې راوستو۔
ف۹۸۔ يعنی دَ دې ذلت اؤ مسکنت وجه دَ دوی نافرمانی ،کفر اؤ دَ پېغمبرانو ناحق قتل وهٔ۔ اؤ دَ دې کفر اؤ قتل سبب دَ آخرت نه غفلت اؤ دَ شريعت دَ حدودو نه تجاوز کؤل وو۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ الَّذِیْنَ هَادُوْا وَ النَّصٰرٰی وَ الصّٰبِـِٕیْنَ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ عَمِلَ صَلِحًا فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ١۪ۚ وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝۶۲
بېشکه چا چې ايمان راؤړو، اؤ څوک چې يهوديان دی اؤ نصاریٰ اؤ صائبین، چاچې پهٔ دوی کښې ايمان راوړو پهٔ الله اؤ دَ قيامت پهٔ ورځ اؤ نېک عمل ېٔ وکړو نو دوی دپاره دے دَ دې ثواب خپل رب سره ۔ اؤ نشته پهٔ دوی څهٔ ويره اؤ نهٔ به دوی غمژن وی ف۹۹
ف۹۹۔ يعنی نجات پهٔ خاص فرقه باندې موقوف نهٔ دے ۔ پهٔ توحيد و رسالت يقين اؤ نېک عمل ضروری دے۔ دَ چاچې دا نصيب شو ثواب به مومی دا ځکه ووئیلی شو چې بنی اسرائیلو به دا وې چې مونږ دَ پېغمبرانو اولاد يو دَ الله نيازبين يو هر څنګه عمل چې کوو الله تعالیٰ به سزا نهٔ راکوی
فائدہ۔ يهود وئیلی شی دَ حضرت موسٰیؑ امت ته اؤ نصاریٰ وئیلی شی دَ حضرت عيسٰیؑ امت ته اؤ صائبین يوه فرقه وه چې هغوی دَ دې دواړو مذهبونو ښې ښې خبرې راجمع کړے وې اؤ يو خپل دين ېٔ جوړ کړے وهٔ۔ حضرت ابراهيمؑ ېٔ منلو اؤ دَ فرښتو عبادت به ېٔ کؤلو زبور به ېٔ وې اؤ بيت الله شريف ته به ېٔ نمونځ کؤلو۔
وَ اِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَ رَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ١ؕ خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّ اذْكُرُوْا مَا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ۝۶۳
اؤ چې مونږ واخسته تاسو نه وعده اؤ راپورته مو کړو پهٔ تاسو کوهِ طور چې کلک ونيسیٔ دا کتاب اؤ ياد لریٔ څهٔ چې پهٔ دې کښې دی ۔ چې تاسو پرهېزګار شیٔ ف۱۰۰
ف۱۰۰۔ تورات چې نازل شو نو يهودو به دَ شرارت د پاره وې چې دَ دې احکام خو ډېر ګران دی۔ پهٔ دې عمل مشکل دے مونږ نه خو نهٔ کيږی نو بيا الله تعالیٰ يو غر ته حکم وکړو۔ غر دَ خپل ځائې نه راپورته شو اؤ دَ دوی دَ سرونو دَ پاسه ودرېدهٔ۔ دوی سره خطره شوه چې اوس راباندې راپرېوځی اؤ مخې ته ېٔ اور وهٔ۔ نو تښتېدے هم نهٔ شؤل مجبورًا ېٔ احکامو منلو ته غاړه کېښوه۔ باقی پاتې شهٔ دا شک چې دا خو مجبورؤل شو دَ لَاۤ اِكْرَاهَ فِی الدِّیْنِ اؤ دَ وس نه زيات تکيف ورکؤلو خلاف دے۔ نو دَ دې ځواب دا دے چې پهٔ دې کښې پهٔ دين قبلؤلو مجبورؤل نهٔ وو۔ دين خو هغوی دَ مخکښې نه قبول کړے وهٔ۔ موسٰیؑ نه ېٔ مطالبه کؤله چې مونږ ته کتاب راؤړه چې دَ هغې پهٔ احکامو عمل کوو۔ دا اقرار ېٔ کړے وهٔ بيا ېٔ بې لوظی کؤله نو دا ورباندې غر ودرؤل دَ بې لوظیٔ نه منع کؤلو دپاره وو۔
ثُمَّ تَوَلَّیْتُمْ مِّنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ١ۚ فَلَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ رَحْمَتُهٗ لَكُنْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۶۴
بيا تاسو وګرځېدیٔ دَ دې نه پس نو کهٔ نهٔ وې دَ الله فضل پهٔ تاسو اؤ مهربانی نو تاسو به ضرور تباه شوی ویٔ ف۱۰۱
ف۱۰۱۔ يعنی تاسو دَ اقرار نه پس بې لوظی وکړه نو کهٔ دَ الله فضل درباندې نهٔ وې نو سمدستې به ېٔ ټول هلاک کړی ویٔ ياکهٔ بيا تاسو توبې وېستې اؤ پهٔ آخری نبیﷺ مو ايمان راؤړے وې ستاسو توبه به ېٔ نهٔ قبلوله نو تباه شوی به ویٔ۔
وَ لَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِیْنَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِی السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِـِٕیْنَۚ۝۶۵
اؤ تاسو ښهٔ پيژندلی وو۔ هغه کسان پهٔ تاسو کښې چې زياتې ېٔ کړے وهٔ دَ خالی پهٔ ورځ کښې نو مونږ ورته ووې شیٔ شادوګان ذليله ف۱۰۲
ف۱۰۲۔ بنی اسرائیلو ته تورات کښې حکم شوے وهٔ چې دَ شنبې (خالی) ورځ خالصه عبادت دَ پاره مقرر ده۔ پهٔ دې ورځ به دَ مهيانو ښکار نهٔ کویٔ۔ دوی په دې ورځ ښکار دپاره يوه حيله جوړه کړه۔ ښکار نه منع نهٔ شول۔ نو الله تعالیٰ مسخ کړل۔ شادوګان ترې جوړ شول عقل ېٔ وهٔ يو بل ته به ېٔ کتل اؤ ژړل به ېٔ خو خبرې ېٔ نهٔ شوې کؤلے۔ درے ورځې پس ټول مړهٔ شول۔ دا واقعه دَ داؤد عليه السَّلام پهٔ زمانه کښې شوے وه۔ پهٔ سورة اعراف کښې تفصيل سره ذکر ده ۔
فَجَعَلْنٰهَا نَكَالًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهَا وَ مَا خَلْفَهَا وَ مَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ۝۶۶
نو کړه مونږ دا واقعه عبرت هغه خلقو دپاره چې هلته وو اؤ کوم چې وروستو راتلونکی وو۔ اؤ نصيحت دے ويرېدونکيو دپاره ف۱۰۳
ف۱۰۳۔ يعنی دا سزا اؤ دا واقعه مونږ دَ عبرت سبب کړو وروستو راتلونکيو دپاره۔ يا دَ دې ښار دَ موجوده خلقو دپاره چا چې دا عذاب ولیدو۔ يا دَ دې نه مخکښې وروستو نورو ښارونو دَ خلقو دپاره دَ عبرت سبب شهٔ۔
وَ اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖۤ اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تَذْبَحُوْا بَقَرَةً١ؕ قَالُوْۤا اَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا١ؕ قَالَ اَعُوْذُ بِاللّٰهِ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ۝۶۷
اؤ چې ووې موسٰیؑ خپل قوم ته، الله تاسو ته حکم درکوی چې ذبح کړیٔ يوه غوا ف۱۰۴ هغوی ووې آيا تهٔ مونږ پورې خندا کوې ف۱۰۵ موسٰی ووې، زهٔ پناه غواړم دَ الله چې شم دَ جاهلانو نه ف۱۰۶
ف۱۰۴۔ يعنی هغه وخت ياد کړه چې بنی اسرائیلو کښې عاميؔل نومې يو سړے قتل شوے وهٔ اؤ قاتل ېٔ معلوم نهٔ وهٔ نو موسٰیؑ دَ هغهٔ وارثانو ته ووې چې دَ الله حکم دے چې يوه غوا ذبحه کړیٔ۔ دَ هغې پهٔ يو اندام دا مړے ووهیٔ۔ دې به ژوندے شی اؤ خپل قاتل به وښیٔ۔ دغه شان الله تعالیٰ هغه دوباره ژوندے کړو خپل قاتل ېٔ وښيئلو هم دې خپلو وارثانو دَ مال دپاره قتل کړے وهٔ۔
ف۱۰۵۔ ځکه چې دا خو نهٔ چا ليدلی دی اؤ نهٔ ېٔ اؤريدلی دی چې دَ غوا پهٔ يو اندام وهلو څوک ژوندے شوے وی نو دا تهٔ مونږ پورې خندا کوې؟
ف۱۰۶۔ يعنی ټوقې خندا کؤل خو دَ جاهلانو کار دے۔ يو پېغمبر داسې کار هر ګز نهٔ شی کؤلے۔
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا هِیَ١ؕ قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا فَارِضٌ وَّ لَا بِكْرٌ١ؕ عَوَانٌۢ بَیْنَ ذٰلِكَ١ؕ فَافْعَلُوْا مَا تُؤْمَرُوْنَ۝۶۸
هغوی ووې دعا وغواړه دَ خپل رب نه، چې وښیٔ مونږ ته چې دغه غوا څنګه ده ف۱۰۷ هغه ووې الله فرمائی هغه يوه داسې غوا ده چې نهٔ بوډۍ ده اؤ نهٔ سخۍ ده۔ دَ بوډالۍ اؤ ځوانۍ تر مينځه ده۔ نو اوس وکړیٔ څهٔ چې تاسو ته حکم شوے دے ف۱۰۸
ف۱۰۷۔ يعنی دَ هغې غوا عمر څومره دے اؤ نور حالات ېٔ څهٔ دی۔
ف۱۰۸۔ يعنی اوس خو ېٔ درته رنګ، عمر اؤ حالات هر څهٔ معلوم شو۔ اوس دا کار وکړیٔ۔ داسې غوا ذبحه کړیٔ چې قاتل معلوم شی ۔
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا لَوْنُهَا١ؕ قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَآءُ١ۙ فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ النّٰظِرِیْنَ۝۶۹
هغوی ووې دعا وغواړه دَ خپل رب نه مونږ دپاره، چې وښیٔ مونږه ته چې دَ هغې رنګ څنګه دے، هغه ووې الله فرمائی ، هغه يوه غوا ده زيړه ښهٔ ډوبه زيړه ، ښهٔ ښکاری کتونکيو ته۔
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا هِیَ١ۙ اِنَّ الْبَقَرَ تَشٰبَهَ عَلَیْنَا١ؕ وَ اِنَّاۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ لَمُهْتَدُوْنَ۝۷۰
هغوې ووې مونږ دپاره دعا وغواړه دَ خپل رب نه، چې وښیٔ مونږ ته چې هغه دَ کوم قسم نه ف۱۰۹ ده ځکه چې دې غوا کښې مونږ پهٔ شک کښې پرېوتو، اؤ مونږ کهٔ الله وغښته ضرور به لار بيا مومو۔
ف۱۰۹۔ يعنی صفا راته وښيه چې هغه غوا کوم قسم ده اؤ څهٔ کار کوی۔
قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُوْلٌ تُثِیْرُ الْاَرْضَ وَ لَا تَسْقِی الْحَرْثَ١ۚ مُسَلَّمَةٌ لَّا شِیَةَ فِیْهَا١ؕ قَالُوا الْـٰٔنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ١ؕ فَذَبَحُوْهَا وَ مَا كَادُوْا یَفْعَلُوْنَ۠۝۷۱
هغهٔ ووې الله فرمائی هغه يوه غوا ده چې محنت نهٔ کوی چې يوه وکړی يا پټو ته اوبهٔ ورکړی، بې عيبه ده۔ داغ پرې نشته، ف۱۱۰ هغوی ووې اوس دې صحيح خبره راوړه، بيا ېٔ هغه حلاله کړه اؤ هغوی داسې نهٔ ښکارېدل چې دا کار ېٔ کړے وې ف۱۱۱
ف۱۱۰۔ يعنی دَ هغې ټول اندامونه ثابت دی څهٔ عيب پکښې نشته ۔ اؤ دَ هغې رنګ صفا زیړ دے دَ بل رنګ داغ پکښې نشته۔
ف۱۱۱۔ هغه غوا دَ يو داسې سړی ده چې ډېر نيک وهٔ دَ خپلې بوډۍ مور خدمت ېٔ کؤلو اؤ ډېر تابعدار وهٔ۔ هغه نه ېٔ غوا پهٔ دومره قيمت واخسته چې دَ هغې غوا څرمن ېٔ دَ سرو زرو نه ډکه کړه اؤ دوی داسې نهٔ ښکارېدل چې پهٔ دومره ګران قيمت ېٔ غوا اخستې وې، خو دا ېٔ واخسته اؤ ذبح ېٔ کړه۔ اؤ قاتل ېٔ معلوم شو۔
وَ اِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادّٰرَءْتُمْ فِیْهَا١ؕ وَ اللّٰهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَۚ۝۷۲
اؤ چې تاسو قتل کړو يو سړے بيا مو پهٔ يو بل الزام لګؤلو اؤ الله ښکاره کؤنکے وهٔ څهٔ چې تاسو پټول ف۱۱۲
ف۱۱۲۔ يعنی ستاسو مشرانو يو سړے قتل کړے وهٔ۔ بيا ېٔ پهٔ يو بل الزام لګؤلو۔ قاتل ېٔ نهٔ ښئلو اؤ تاسو چې څهٔ پټول يعنی دَ قاتل حال يا دَ مقتول مال الله تعالیٰ هغه څرګند کړو۔
فَقُلْنَا اضْرِبُوْهُ بِبَعْضِهَا١ؕ كَذٰلِكَ یُحْیِ اللّٰهُ الْمَوْتٰی١ۙ وَ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ۝۷۳
بيا مونږ ووې ووهیٔ دا مړے دَ غوا پهٔ يوه ټوکړه ف۱۱۳ دغه شان به ژوندی کوی الله مړی اؤ ښیٔ تاسو ته دَ خپل قدرت نمونې چې تاسو غور وکړیٔ ف۱۱۴
ف۱۱۳۔ يعنی چې دَ خدائې پهٔ حکم ېٔ هغه مړے دَ غوا پهٔ يو اندام ووهلو هغه ژوندے شو۔ وينې ترې بهېدې۔ قاتل ېٔ وښودلو چې دَ هغهٔ ورارهٔ وهٔ دا خپل ترهٔ ېٔ دَ مال دپاره قتل کړے وهٔ۔ هغهٔ دَ قاتل نوم وښئلو اؤ بيا پرېوتو مړ شو۔
ف۱۱۴۔ يعنی دَ خپل قدرت نمونه ېٔ درته وښئله چې دغه شان به دَ قيامت پهٔ ورځ مړی ژوندی کوی۔
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوْبُكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ فَهِیَ كَالْحِجَارَةِ اَوْ اَشَدُّ قَسْوَةً١ؕ وَ اِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا یَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْاَنْهٰرُ١ؕ وَ اِنَّ مِنْهَا لَمَا یَشَّقَّقُ فَیَخْرُجُ مِنْهُ الْمَآءُ١ؕ وَ اِنَّ مِنْهَا لَمَا یَهْبِطُ مِنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۝۷۴
بيا سخت شو ستاسو زړونه دَ دې نه پس ف۱۱۵ نو هغه شو لکه کاڼی يا دَ دې نه هم سخت ۔ اؤ پهٔ کاڼيو کښې خو ځنې داسې دی چې بهيږی ورنه چينې۔ اؤ ځنې داسې دی چې وچوی نو راؤځی ترېنه اوبهٔ اؤ ځنې پکښې داسې دی چې راوغړی دَ الله دَ ويرې نه اؤ الله بې خبره نهٔ دے ستاسو دَ کارونو نه ف۱۱۶
ف۱۱۵۔ يعنی دَ الله دَ قدرت نمونه مو وليده۔ بيا مو هم زړونه نرم نهٔ شول (اوس هم نافرمانی کویٔ۔ دَ الله ويره مو پهٔ زړهٔ کښې پيدا نهٔ شوه)۔
ف۱۱۶۔ يعنی ځنې کاڼيو نه دَ الله مخلوق ته فائدہ رسی، دَ اوبو چينې ترېنه بهيږی اؤ ځنې کاڼيو نه اوبهٔ کمې بهيږی، ډېر فائدہ مند نهٔ وی اؤ ځنو نه اوبهٔ نهٔ بهيږی خو بيا هم بې فائدې نهٔ وی، بنيادمو ته ترې نورې فائدې رسی۔ لېکن اۓ يهودو ستاسو زړونه داسې سخت دی چې دَ درے واړه قسمه کاڼيو نه سخت دی۔ دَ خدائې مخلوق ته درنه هېڅ فائدہ نهٔ رسی هېڅ خیر درکښې نشته۔ اؤ الله تعالیٰ ستاسو دَ اعمالو نه بې خبره نهٔ دے۔ (دَ خپلو اعمالو سزا به درکؤلے شی)۔
اَفَتَطْمَعُوْنَ اَنْ یُّؤْمِنُوْا لَكُمْ وَ قَدْ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَسْمَعُوْنَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ یُحَرِّفُوْنَهٗ مِنْۢ بَعْدِ مَا عَقَلُوْهُ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۷۵
نو اے مسلمانانو تاسو اوس هم طمع لریٔ چې دوی به ومنی ستاسو خبره اؤ پهٔ دوی کښې يوه ډله وه چې اؤرېدو به ېٔ دَ الله کلام بيا به ېٔ بدلؤلو هغه دَ پوهې نه پس اؤ دوی پوهېدل ف۱۱۷
ف۱۱۷۔ دې ډلې نه مراد هغه کسان دی چې موسٰیؑ سره دَ الله تعالیٰ دَ کلام اورېدو دپاره کوهِ طور ته لاړ وو۔ دوی چې واپس لاړل نو دا تبديلی ېٔ وکړه چې وې وئیل چې مونږ دَ الله کلام واؤرېدو۔ دَ کلام پهٔ اخر کښې راته ووئیلی شو، کهٔ کؤلے شیٔ نو پهٔ دې احکامو عمل وکړیٔ کهٔ نهٔ شیٔ کؤلے نو دَ ترک کؤلو درته اختيار دے۔ ځنې عالمانو وئیلی دی چې دلته تحريف نه مطلب دا دے چې دوی به دَ تورات پهٔ آيتونو کښې لفظی اؤ معنوی تحريف کؤلو۔ دَ آخری نبی متعلق آيتونه ېٔ بدلؤل اؤ دَ رجم آيت ېٔ پټ کړے وهٔ۔
وَ اِذَا لَقُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَالُوْۤا اٰمَنَّا١ۖۚ وَ اِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ قَالُوْۤا اَتُحَدِّثُوْنَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ لِیُحَآجُّوْكُمْ بِهٖ عِنْدَ رَبِّكُمْ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۷۶
اؤ کله چې ووينی مسلمانان نو وائی مونږه ايمان راؤړو اؤ کله چې يو ځائې شی خپلو کښې يو بل سره نو وائی تاسو دوی سره ولې هغه خبرې کویٔ کومې چې تاسو ته الله ښکاره کړی دی چې بيا دوی دروغژن ثابت کړی تاسو، دَ ستاسو رب سره آيا تاسو نهٔ پوهېږیٔ ف۱۱۸
ف۱۱۸۔ يهوديانو کښې چې کوم منافقان وو۔ هغوی به دَ خوشامندو دپاره دَ نبی اخر زمان متعلق دَ تورات آيتونه مسلمانانو ته بيانؤل اؤ نورو کسانو به ملامته کؤل چې دَ خپل کتاب نه مسلمانانو ته دليلونه ولې ورکویٔ آيا تاسو پهٔ دې نه پوهېږیٔ چې مسلمانان به دَ الله پهٔ دربار کښې تاسو بيا هم پهٔ دې خبرو ملامته کوی۔
اَوَ لَا یَعْلَمُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَ مَا یُعْلِنُوْنَ۝۷۷
آيا دوی دومره هم نهٔ پوهېږی چې الله ته معلوم دی څهٔ چې دوی پټوی اؤ څهٔ چې ښکاره کوی ف۱۱۹
ف۱۱۹۔ يعنی الله تعالیٰ ته خو دَ هغوی پټ اؤ څرګند ټول حالات معلوم دی۔ کهٔ دوی ونهٔ وائی هم دَ دوی دَ کتاب نه دليلونه مسلمانانو ته ښودلے شی اؤ موقع پهٔ موقع ېٔ ورته ښودلی هم دی لکه دَ رجم آيت چې دوی پټ کړے وهٔ۔ الله تعالیٰ څرګند کړو اؤ دوی ېٔ وشرمؤل دا خو دَ هغوی دَ عالمانو حال وهٔ چې دَ ډېر عقل اؤ علم دعوه ېٔ کله۔
وَ مِنْهُمْ اُمِّیُّوْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ الْكِتٰبَ اِلَّاۤ اَمَانِیَّ وَ اِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ۝۷۸
اؤ ځنې پهٔ دوی کښې بې علمه دی چې نهٔ دی خبر دَ کتاب نه سوا دَ دروغو ارمانونو نه اؤ دوی سره هېڅ نشته تش خيالات دی ف۱۲۰
ف۱۲۰۔ اؤکوم چې جاهلان وو۔ هغوی خو خبر هم نهٔ وو۔ چې تورات کښې څهٔ ليکلی دی۔ بس يو څو تمناګانې ېٔ وې چې خپلو عالمانو نه ېٔ دَ دروغو دعوې اؤرېدلې وې چې جنت ته به دَ بنی اسرائیلو نه علاوه بل هېڅوک نه ځی اؤ مونږ کهٔ بې عمله يو هم زمونږ مشران چې پېغمبران اؤ دَ الله دوستان وو هغوی به زمونږ سفارش کوی اؤ مونږ به عذاب نه خلاصوی۔
فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ یَكْتُبُوْنَ الْكِتٰبَ بِاَیْدِیْهِمْ١ۗ ثُمَّ یَقُوْلُوْنَ هٰذَا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ لِیَشْتَرُوْا بِهٖ ثَمَنًا قَلِیْلًا١ؕ فَوَیْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا كَتَبَتْ اَیْدِیْهِمْ وَ وَیْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا یَكْسِبُوْنَ۝۷۹
نو تباهی ده هغه چا د پاره چې ليکی کتاب پهٔ خپلو لاسونو بيا وائی دا دَ الله دَ طرف نه دے، چې واخلی پهٔ دې باندې لږ قيمت ۔ نو تباهی ده دَ دوی دَ دې ليکلو په وجه اؤ تباهی ده دَ دوی دَ دې ګټې پهٔ وجه ف۱۲۱
ف۱۲۱۔ دا هغه کسان دی چې عوامو ته به ېٔ دَ هغوی دَ خواهش مطابق خبرې دَ خپل طرف نه کؤلے اؤ نسبت به ېٔ الله ته کؤلو۔ چې دَ الله دا حکم دے مثلاً پهٔ تورات کښې ليکلی وو، چې نبی اخرالزمان به درميانه قد۔ تورې سترګې اؤ غنم رنګې وی۔ دوی ليکل چې هغه به دنګ لوړ، شنې سترګې، خوبصورته وی، دا تبديلی ېٔ پهٔ دې غرض کؤله چې عوام حضورﷺ ونهٔ پېژنی اؤ مسلمانان نهٔ شی۔
وَ قَالُوْا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَیَّامًا مَّعْدُوْدَةً١ؕ قُلْ اَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللّٰهِ عَهْدًا فَلَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ عَهْدَهٗۤ اَمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۸۰
اؤ وائی نهٔ به لګی مونږ ته اور مګر څو ورځې پهٔ شمار ف۱۲۲ ووايه آيا تاسو اخستې ده دَ الله نه وعده چې هرګز به خلاف نهٔ کوی الله دَ خپلې وعدې اؤکهٔ پهٔ الله دروغ وايیٔ هغه چې تاسو ته نهٔ دی معلوم۔
ف۱۲۲۔ چا وئیلی دی اووهٔ ورځې، چا وئیلی دی څو ورځې(چې دَ سخی عبادت شوے وهٔ) چا وئيلی دی څلوېښت کاله (څومره موده چې دَ تيه پهٔ ميره کښې سرګردان وو) چا وئيلی دی چاچې څومره عمر پهٔ دنيا کښې تېر کړے دے۔
بَلٰی مَنْ كَسَبَ سَیِّئَةً وَّ اَحَاطَتْ بِهٖ خَطِیْٓـَٔتُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۸۱
ولې نه ف۱۲۳ چاچې وګټله ګناه اؤ چاپېره شوه ترېنه خپله ګناه ف۱۲۴ هم دغه کسان دی دَ دوزخ وسېدونکی دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی.
ف۱۲۳۔ يعنی دا خبره غلطه ده چې يهوديان به همېشه پهٔ دوزخ کښې نهٔ وی ځکه چې دَ خلود فی النار اؤ خلود فی الجنت کومه قاعده چې بيان شوے ده ټولو سره به دَ هغې مطابق معامله کيږی۔ يهوديان ترې بچ کېدے نهٔ شی۔
ف۱۲۴۔ ګناه دَ چانه چاپېره کېدو مطلب دا دے چې هېڅ طرف ېٔ دَ ګناه نه خالی نهٔ وی۔ داسې احاطه هله کېدے شی چې زړهٔ دَ ايمان نه خالی وی۔ اؤ داسې بې دَ کافر نه بل څوک نهٔ وی۔ اؤ کافر دَ خلود فی النار نه بچ کېدے نهٔ شی۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۠۝۸۲
اؤ چاچې ايمان راوړو اؤ نېک عمل ېٔ وکړو دوی دی دَ جنت وسېدونکی وی به پکښې همېشه۔
وَ اِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ لَا تَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ١۫ وَ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّ ذِی الْقُرْبٰی وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰكِیْنِ وَ قُوْلُوْا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَّ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ١ؕ ثُمَّ تَوَلَّیْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْكُمْ وَ اَنْتُمْ مُّعْرِضُوْنَ۝۸۳
اؤ چې مونږ واخستهٔ اقرار دَ بنی اسرائيلو نه چې عبادت مهٔ کویٔ مګر دَ الله اؤ مور پلار سره ښهٔ سلوک کویٔ اؤ خپلوانو اؤ يتيمانو اؤ محتاجانو سره ، اؤ کویٔ خلقو ته ښه خبره اؤ قائم لریٔ نمونځ اؤ ورکویٔ زکوٰة بيا تاسو مخ واړؤلو مګر لږو کسانو پهٔ تاسو کښې اؤ تاسو يیٔ اړوونکی ف۱۲۵
ف۱۲۵۔ يعنی دَ الله تعالیٰ دَ احکامو نه اعراض خو ستاسو عادت بلکې طبيعت ګرځېدلے دے۔
وَ اِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُوْنَ دِمَآءَكُمْ وَ لَا تُخْرِجُوْنَ اَنْفُسَكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ ثُمَّ اَقْرَرْتُمْ وَ اَنْتُمْ تَشْهَدُوْنَ۝۸۴
اؤ چې مونږ واخسته تاسو نه وعده چې خپلو کښې به يو بل نهٔ قتل کویٔ اؤ نه به وباسیٔ خپل ځانونه دَ خپل وطن نه بيا تاسو اقرار وکړو اؤ تاسو دا منیٔ ف۱۲۶
ف۱۲۶۔ يعنی مهٔ دَ خپل قوم کسان قتل کویٔ اؤ مهٔ ېٔ جلا وطن کویٔ۔
ثُمَّ اَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ تَقْتُلُوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَ تُخْرِجُوْنَ فَرِیْقًا مِّنْكُمْ مِّنْ دِیَارِهِمْ١٘ تَظٰهَرُوْنَ عَلَیْهِمْ بِالْاِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ١ؕ وَ اِنْ یَّاْتُوْكُمْ اُسٰرٰی تُفٰدُوْهُمْ وَ هُوَ مُحَرَّمٌ عَلَیْكُمْ اِخْرَاجُهُمْ١ؕ اَفَتُؤْمِنُوْنَ بِبَعْضِ الْكِتٰبِ وَ تَكْفُرُوْنَ بِبَعْضٍ١ۚ فَمَا جَزَآءُ مَنْ یَّفْعَلُ ذٰلِكَ مِنْكُمْ اِلَّا خِزْیٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۚ وَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُرَدُّوْنَ اِلٰۤی اَشَدِّ الْعَذَابِ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۝۸۵ بيا تاسو هم هغه خلق يیٔ چې هم هغه شان خپلو کښې قتلونه کویٔ اؤ وباسیٔ خپله يوه ډله دَ هغوی دَ وطن نه، حمله کویٔ پهٔ هغوی باندې پهٔ ګناه اؤ ظلم سره ف۱۲۷ اؤ که هغوی راشی تاسو سره دَ چا قيديان، نو تاسو دَ هغوی فديه ورکویٔ قيد نه ېٔ خلاصویٔ، حالانکې حرام دی پهٔ تاسو دَ هغوی وېستل هم آيا تاسو منیٔ دَ کتاب څهٔ خبرې اؤ انکار کویٔ دَ نورو نه ف۱۲۸ نو بله سزا نشته دَ هغه چا چې دا کار کوی پهٔ تاسو کښې مګر شرمېدل دَ دنيا پهٔ ژوند کښې اؤ دَ قيامت پهٔ ورځ به استولی شی ډېر سخت عذاب ته۔ اؤ الله بې خبره نهٔ دے ستاسو دَ کارونو نه ف۱۲۹
ف۱۲۷۔ پهٔ مدينه کښې دَ يهوديانو دوه قبيلې وې يوه بنوقريظه اؤ ديمه بنو نضير۔ دَ دې دواړو به خپلو کښې جنګونه وو اؤ دَ مشرکانو هم مدينه کښې دوه قبيلې وې يوه اوسؔ اؤ ديمه خزرؔج دَ دې دواړو هم خپلو کښې دښمنی وه۔ نو بنو قريظؔه دَ اوسؔ پهٔ ډله وو۔ اؤ بنوؔنظير دَ خزرؔج پهٔ ډله وو۔ دَ جنګ پهٔ موقع به هرې قبيلې دَ خپلی دوستے قبيلې حمايت کؤلو۔ چې کومې ډلې به غلبه وکړه نو کمزوری به يیٔ دَ کلی نه وشړل۔ دَ هغوی کورونه به ېٔ وران کړل اؤ دَ هغوی پهٔ جائيداد به ېٔ قبضه وکړه اؤ که څوک به ورکښې قيدی شوے وهٔ نو ټولو به چنده وکړه دَ قيدی فديه به ېٔ ورکړه راخلاص به ېٔ کړو۔ لکه مخکښې آيت کښې راځی۔
ف۱۲۸۔ يعنی دَ خپل قوم سړے دَ بل دَ قيد نه خلاصؤلو ته خو تيار ېٔ۔ لېکن خپله دَ خپل قوم دَ خلقو پهٔ وژلو اسره نهٔ کویٔ۔ کهٔ دَ خدائې حکم مو منلې خو دواړه ځايه به يو شان چلېږیٔ۔
ف۱۲۹۔ يعنی څوک چې داسې کار کوی چې (ځنی احکام منی اؤ دَ ځنو نه انکار کوی) هغه به پهٔ سخت عذاب کښې وی۔ ځکه چې ايمان ټوټې کېدے نهٔ شی دَ يو حکم نه انکار کؤل هم کفر دے پهٔ ځنو احکامو ايمان راؤړل هېڅ فائده نهٔ کوی۔ دَ دې نه معلومه شوه کهٔ يو سړے دَ شريعت څهٔ احکام منی اؤ پهٔ هغې عمل هم کوی خو ځنې احکام چې دَ طبيعت يا دَ څه اغراضو نه ېٔ خلاف وی هغه نهٔ منی نو دا ځنې احکام منل ورته څهٔ فائده نه ورکوی هغه هم دغسې کفر دے لکه ټول چې نهٔ منی۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا بِالْاٰخِرَةِ١٘ فَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَ لَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ۠۝۸۶
دا هغه کسان دی چې واېٔ خستو دَ دنيا ژوند دَ اخرت بدله کښې، نو نهٔ به سپکيږی پهٔ دوی عذاب، اؤ نهٔ به ورته مدد رسی ف۱۳۰
ف۱۳۰۔ دَ دنيا فائدہ ېٔ دَ اخرت پهٔ مقابله کښې خوښه کړه۔ دَ دنيا دَ فائدې خيال ساتی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ حکم پرواه نهٔ کوی۔ نو داسې سړے دَ الله تعالیٰ دَ عذاب نه څوک خلاصؤلے نهٔ شی ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَ قَفَّیْنَا مِنْۢ بَعْدِهٖ بِالرُّسُلِ١٘ وَ اٰتَیْنَا عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ الْبَیِّنٰتِ وَ اَیَّدْنٰهُ بِرُوْحِ الْقُدُسِ١ؕ اَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ١ۚ فَفَرِیْقًا كَذَّبْتُمْ١٘ وَ فَرِیْقًا تَقْتُلُوْنَ۝۸۷
اؤ بې شکه مونږ ورکړو موسیٰ ته کتاب اؤ راواموستول دَ هغهٔ نه پس پرله پسې رسولان اؤ ورمو کړې دَ مريم ځوی عيسیٰ ته څرګندې معجزې اؤ طاقت مو ورکړو هغهٔ ته پهٔ پاک روح ف۱۳۱ ښه نو بيا چې راوړو تاسو ته يو پېغمبر داسې حکم، چې تاسو پهٔ زړهٔ ښهٔ ونهٔ لګېدهٔ نو تاسو لويیٔ شروع کړه، بيا مو يو ټولی ته دروغژن ووې ف۱۳۲ اؤ یو ټولے مو قتل کړو ف۱۳۳
ف۱۳۱۔ څرګندې معجزې لکه مړی ژوندی کؤل۔ دَ برص مريضان اؤ ړانده ښه کؤل۔ دَ پټو خبرو حال څرګندؤل ۔ دا دَ عيسیٰ عليه السَّلام څرګندې معجزې وې۔ روح القدس جبرئیل عليه السَّلام ته وئیلے شی چې هر وخت به دَ هغهٔ سره وو يا ترې نه مراد اسمِ اعظم دے چې دَ هغی پهٔ برکت به ېٔ مړی ژوندی کؤل۔
ف۱۳۲۔ يعنی ځنې رسولانو ته خو ېٔ دروغژن ووې۔ ايمان ېٔ پرې رانهٔ وړو لکه عيسیٰ عليه السَّلام اؤ محمدﷺ ۔
ف۱۳۳۔ اؤ ځنی رسولان ېٔ قتل کړل لکه زکريا عليه السَّلام اؤ يحیٰ عليه السَّلام ۔
وَ قَالُوْا قُلُوْبُنَا غُلْفٌ١ؕ بَلْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِیْلًا مَّا یُؤْمِنُوْنَ۝۸۸
اؤ دوی وائی زمونږ زړونه پهٔ غلاف کښې دی۔ بلکې لعنت کړے دے پهٔ دوی الله دَ دوی دَ کفر پهٔ سبب نو ډېر کم ايمان راوړی ف۱۳۴
ف۱۳۴۔ يهودو به وې چې زمونږ زړونه پهٔ غلاف کښې کلک نغښتی دی، دَ خپل دين نه سوا دَ بل چا خبرې پرې اثر نهٔ شی کؤلے يعنی پهٔ خپل دين کلک ولاړ يو۔ بل دين نهٔ قبلوو۔ الله تعالیٰ فرمائی دروغ وائی دَ کفر پهٔ وجه دوی الله تعالیٰ پهٔ لعنت کړی دی اؤ دَ خپل رحمت نه ېٔ محروم کړی دی نو ځکه پرې حق خبره اثر نهٔ کوی اؤ ډېر لږ کسان لېکن ايمان راؤړی۔
وَ لَمَّا جَآءَهُمْ كِتٰبٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ١ۙ وَ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ یَسْتَفْتِحُوْنَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ۖۚ فَلَمَّا جَآءَهُمْ مَّا عَرَفُوْا كَفَرُوْا بِهٖ١٘ فَلَعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ۝۸۹
اؤ چې ورسېدهٔ دوی ته دَ الله دَ طرف نه داسې کتاب ، چې رښتونے وائی هغه کتاب ته کوم چې دوی سره دے اؤ دَ دې نه مخکښې دوی پهٔ کافرانو باندې فتحه غښته۔ بيا چې ورسېدهٔ دوی ته هغه چې دوی پېژندلے وهٔ۔ نو دوی ترېنه انکار وکړو، نو لعنت دې وی دَ الله پهٔ منکرانو باندې ف۱۳۵
ف۱۳۵۔ کوم کتاب چې اوس راغلو هغه قرآن دے اؤ کوم چې ورسره دَ مخکښې نه وهٔ هغه تورات دے۔ دَ قرآن ناز لېدو نه مخکښې چې به يهوديان پهٔ جنګ کښې پهٔ مشرکانو کمزوری شول نو دوی به دعا غښته”اۓ الله مونږ ته دَ نبی آخر زمان اؤ دَ هغهٔ دَ کتاب پهٔ برکت پهٔ کفارو غلبه راکړې“۔ خو چې نبی اخرالزمان راغلو اؤ دوی پهٔ تورات کښې ښودلو شويو علاماتو باندې ښهٔ وپېژندو نو بيا هم دَ کينې اؤ بعض پهٔ وجه منکر شول اؤ ايمان ېٔ ورباندې رانهٔ وړو نو دَ الله تعالیٰ پهٔ لعنت اؤ غضب کښې ګرفتار شول۔
بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ اَنْ یَّكْفُرُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بَغْیًا اَنْ یُّنَزِّلَ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ١ۚ فَبَآءُوْ بِغَضَبٍ عَلٰی غَضَبٍ١ؕ وَ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ۝۹۰
ناکاره دے هغه څيز دَ کوم بدله کښې چې دوی خرڅ کړل خپل ځانونه ، چې منکر شو دَ هغه څيز نه چې نازل کړے دے الله، دَ دې ضد پهٔ وجه چې نازل کړی الله خپل فضل پخپلو بنديانو کښې پهٔ چاچې ېٔ خوښ وی ف۱۳۶ نو وګټله دوی دَ غصې دَ پاسه غصه ف۱۳۷ اؤ دَ کافرانو د پاره ذليل کؤنکے عذاب دے ف۱۳۸
ف۱۳۶۔ دَ کوم څيز پهٔ بدل کښې چې دوی ځانونه خرڅ کړل، هغه کفر اؤ دَ ايمان نه انکار دے۔ اؤ دا انکار ېٔ هم صرف پهٔ دې وجه کؤلو چې نبی آخرالزمان پهٔ بنی اسرائیلو ولې رانهٔ غلو په بل قوم کښې ولې راغلو۔
ف۱۳۷۔ يوه غصه خو پهٔ دې چې دَ قرآن بلکې دَ هغې سره ېٔ دَ خپل کتاب نه هم انکار وکړو۔ بله غصه پهٔ دې چې دا انکار ېٔ صرف دَ حسد اؤ ضد پهٔ وجه وکړو چې دا نبی پهٔ بل قوم کښې ولې راغلو اؤ بنی اسرائیلو کښې ولې رانهٔ غلو۔
ف۱۳۸۔ دَ دې نه معلوميږی چې هر عذاب دَ ذليل کؤلو دپاره نهٔ وی لکه ځنې ګنهګارو مسلمانانو ته چې به دَ ګناهونو پهٔ وجه عذاب ورکېدے شی خو هغه به دَ ذليل کؤلو دپاره نهٔ وی، دَ ګناهونو نه پاکؤلو د پاره به وی (اؤ چې دَ ګناهونو نه پاک شی نو عذاب به ترېنه لرې شی اؤ بيا به جنت ته ځی ۔مترجم) دَ کافرانو عذاب دَ ذليل کؤلو اؤ رسوائی دپاره وی۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ اٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا نُؤْمِنُ بِمَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَ یَكْفُرُوْنَ بِمَا وَرَآءَهٗ١ۗ وَ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ١ؕ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُوْنَ اَنْۢبِیَآءَ اللّٰهِ مِنْ قَبْلُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۹۱
ترجمه۔ اؤ کله چې ووئيلے شی دوی ته ومنیٔ هغه کتاب چې الله راستؤلے دے۔ مونږ منو هغه کتاب چې راستولے شوے وهٔ پهٔ مونږ ، اؤ نه منی دَ دې نه علاوه بل کتاب حال دا دے چې هغه کتاب رښتونے دے تصديق کوی دَ هغه کتاب چې دوی سره دے ف۱۳۹ ووايه دوی ته ۔ تاسو ولې قتل کؤل دَ الله پېغمبران دَ دې نه مخکښې کهٔ تاسو ايمان راؤړے وهٔ ف۱۴۰
ف۱۳۹۔ کوم چې الله تعالیٰ راستؤلے دے يعنی انجيل اؤ قرآن پاک اؤ کوم چې دَ دوی سره وهٔ يعنی تورات ۔ مطلب دا چې دوی دَ تورات نه علاوه دَ نورو کتابونو انکار کوی حالانکې هغه هم رښتونی دی اؤ الله تعالیٰ نازل کړی دی اؤ دَ تورات تصديق هم کوی۔
ف۱۴۰۔ دوی ته ووايه کهٔ تاسو رښتيا پهٔ تورات ايمان لریٔ نو بيا تاسو پېغمبران ولې قتلول، تورات کښې دا حکم وهٔ ”چې کوم پېغمبران دَ تورات تصديق کوی اؤ دَ هغې دَ احکامو پهٔ جاری کؤلو کښې مدد کوی تاسو به پهٔ هغوی ايمان راوړیٔ اؤ دَ هغوی سره به امداد کویٔ“۔ اؤ دوی قتل کړی هم هغه پېغمبران دی چې هغوی نوئے دين وهٔ راوړے، هم دَ تورات احکام ېٔ جاری کؤل چې خلقو پرې عمل پرېئښې وهٔ۔ چې دوی دَ تورات حکم منی نو دا پېغمبران ېٔ ولې قتل کؤل دَ دې نه خودا معلومه شوه چې دوی دَ تورات حکم هم نهٔ منی اؤ دَ هغې پسې راتلونکی آسمانی کتابونه انجيل اؤ قرآن هم نه منی(هسې دَ دروغو دعوه کوی)۔
وَ لَقَدْ جَآءَكُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْۢ بَعْدِهٖ وَ اَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ۝۹۲
ترجمه۔ اؤ راغلو تاسو ته موسیٰ دَ څرګندو معجزو سره۔ بيا تاسو جوړ کړو سخے دَ هغهٔ دَ تلو نه پس۔ اؤ تاسو ظالمان ېٔ ف۱۴۱
ف۱۴۱۔ يعنی تاسو چې دَ حضرت موسیٰؑ پهٔ شريعت دَ کلک ودرېدو دعویٰ کویٔ نو خپله دَ هغهٔ سره خو مو دا حال وهٔ چې هغهٔ تاسو ته څرګندې معجزې ښودلے وې (لکه دَ همسا مارکېدل، پړقېدونکے لاس، دَ کاڼی نه چينې جاری کېدل، دَ درياب شلېدل، تاسو بچ کېدل اؤ فرعون سره دَ لښکره غرقېدل) دَ دې دومره معجزو سره ستاسو دَ ايمان دا حال وهٔ چې هغه درنه څلوېښتو(۴۰) ورځو دپاره کوهِ طور ته لاړو نو تاسو دَ هغهٔ تعليم چې دَ يو الله عبادت وهٔ هېر کړو اؤ ځان ته مو دَ عبادت دپاره سخے جوړ کړو۔ سره دَ دې چې موسیٰؑ ژوندے وهٔ دَ هغهٔ نبوت قائم وهٔ۔ نو هغه وخت خو مو دا حال وهٔ اؤ اوس وايیٔ چې مونږ پهٔ خپل دين کلک ولاړ يو، بل دين نه شو منلے۔ دا خو ستاسو حال وهٔ دَ موسیٰؑ سره۔ مخکښې ېٔ دَ تورات پهٔ نسبت حال بيانوی چې پهٔ هغې ېٔ دَ ايمان څهٔ حالت وهٔ۔
وَ اِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَ رَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ١ؕ خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّ اسْمَعُوْا١ؕ قَالُوْا سَمِعْنَا وَ عَصَیْنَا١ۗ وَ اُشْرِبُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ١ؕ قُلْ بِئْسَمَا یَاْمُرُكُمْ بِهٖۤ اِیْمَانُكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۹۳
اؤ چې مونږ واخستو دَ تاسو نه اقرار اؤ پورته مو ونيوو پهٔ تاسو باندې ”کوهِ طور“ ونيسیٔ څهٔ چې مونږ تاسو ته درکړی دی کلک، اؤ واؤریٔ، دوی ووې، دا مو ورېدو اؤ ومو نهٔ منل اؤ وڅکؤلے شو دَ دوی پهٔ رړونو کښې محبت دَ هغې سخی دَ دوی دَ کفر پهٔ وجه ف۱۴۲ ووايه دوی ته۔ ناکاره خبره ښیٔ تاسو ته دَ ستاسو ايمان ، کهٔ تاسو ايماندار ېٔ۔
ف۱۴۲۔ يعنی تاسو ته چې پهٔ تورات کښې کوم حکمونه درکړې شوی دی پهٔ هغې باندې ښهٔ همت اؤ استقلال سره عمل وکړیٔ۔ دغه وخت کښې ورباندې الله تعالیٰ کوهِ طور سر دَ پاسه اوچت ودرؤلے وهٔ چې کهٔ انکار کویٔ نو دا درباندې کېږدم ورلاندې به ټول دل شیٔ نو هغه وخت خو ېٔ دَ مرګ دَ ويرې اقرار وکړو چې پهٔ دې احکامو به عمل کوو۔ خو وروستو ېٔ بيا ووې چې مونږ خو دا نه شو منلے دا ډېر ګران دی يا دا چې هغه وخت سره ېٔ پهٔ خلهٔ اقرار وکړو دَ ويرې ، اؤ زړهٔ کښې ېٔ پټ وې چې نهٔ ېٔ شو منلے۔ اؤ دَ دې وجه دا وه چې دَ هغوی پهٔ زړونو کښې دَ بتانو عبادت پوخ ځائې نيولے وهٔ۔ دَ يو الله عبادت اؤ دَ تورات پهٔ احکامو عمل ورته ګران وهٔ۔ پهٔ زنګ وهلو زړونو هېڅ معجزې اؤ نصيحت اثر نه کؤلو۔
قُلْ اِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ عِنْدَ اللّٰهِ خَالِصَةً مِّنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۹۴
دوی تهٔ ووايه کهٔ چرې تاسو دپاره وی دَ آخرت کور دَ الله سره يواځې بغېر دَ نورو خلقو نه نو تاسو دَ مرګ خواهش وکړیٔ، کهٔ تاسو رښتونی ېٔ ف۱۴۳
ف۱۴۳۔ يهودو به وې چې جنت ته به يواځې مونږ ځو، مونږ نه علاوه به بل يو قوم نهٔ ځې اؤ پهٔ مونږ دَ دوزخ اور حرام دے۔ الله تعالیٰ فرمائی چې دوی داسې يقينی جنتيان دی نو دَ مرګ خواهش ولې نهٔ کوی چې نېغ جنت ته لاړ شی۔
وَ لَنْ یَّتَمَنَّوْهُ اَبَدًۢا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ۝۹۵
ترجمه۔ اؤ هرګز به دوی خواهش ونهٔ کړی دَ مرګ هېچرې پهٔ وجه دَ هغه ګناهونو چې استولی دی دَ دوی لاسونو اؤ الله ښهٔ پېژنی ګنهګاران ۔
وَ لَتَجِدَنَّهُمْ اَحْرَصَ النَّاسِ عَلٰی حَیٰوةٍ١ۛۚ وَ مِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا١ۛۚ یَوَدُّ اَحَدُهُمْ لَوْ یُعَمَّرُ اَلْفَ سَنَةٍ١ۚ وَ مَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهٖ مِنَ الْعَذَابِ اَنْ یُّعَمَّرَ١ؕ وَ اللّٰهُ بَصِیْرٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ۠۝۹۶
ترجمه۔ اؤ ته به ووېنې دوی دَ ټولو خلقو نه زيات حرصناک پهٔ ژوند باندې دَ مشرکانو نه هم زيات حرصناک ۔ غواړی يو يو پهٔ دوی کښې چې عمر بيا مومی زرکاله اؤ نهٔ شی بچ کؤلے دوی دَ عذاب دومره ژوند اؤ الله تعالیٰ وينی څهٔ چې دوی کوی ف۱۴۴
ف۱۴۴۔ يهوديانو دومره ناکاره کارونه کړی دی چې دَ مرګ خواهش هېچرې نهٔ شی کؤلے۔ پهٔ دې وجه دوی کښې هر يو سړے دا غواړی چې زر کاله ژوندے وې۔ يعنی دنيا کښې مو دَ زيات نه زيات وخت واړؤلے۔ پهٔ دې ښهٔ پوهيږی چې کهٔ سترګې مو پټې شوې نو خير مو نشته۔ دَ خپل عمل سزا به راکؤلے شی۔ دَ ژوند پهٔ حرص کښې خو دوی دَ مشرکانو نه هم زيات دی۔ دَ دې نه ېٔ دَ وعدې حقيقت څرګنديږی۔
قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِیْلَ فَاِنَّهٗ نَزَّلَهٗ عَلٰی قَلْبِكَ بِاِذْنِ اللّٰهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَ هُدًی وَّ بُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ۝۹۷
ترجمه۔ تهٔ ووايه څوک دښمن وی دَ جبرائیلؑ نو هغهٔ خو نازل کړے دے دا کلام ستا پهٔ زړهٔ باندې دَ الله پهٔ حکم چې تصديق کؤنکے دے دَ هغه کلام چې دَ دې نه مخکښې دے اؤ لار ښیٔ اؤ زېرے ورکوی ايماندارو ته،
مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَ مَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَ رُسُلِهٖ وَ جِبْرِیْلَ وَ مِیْكٰىلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِیْنَ۝۹۸
ترجمه۔ څوک چې دښمن وی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ فرښتو اؤ دَ هغهٔ دَ رسولانو اؤ دَ جبرائیلؑ اؤ ميکائیلؑ، نو الله دښمن دے دَ هغه کافرانو ف۱۴۵
ف۱۴۵۔ يهودو به وې چې جبرائیلؑ زمونږ دښمن دے (زمونږ دَ دشمنیٔ پهٔ وجه وحې محمدﷺ ته وړی ګنی دَ پېغمبریٔ حق دَ بنی اسرائیلو دے۔ دې نه مخکښې ټول پېغمبران بنی اسرائیلو کښې راغلی وو) جبرائیلؑ خو زمونږ دښمن دے کهٔ پهٔ محمدﷺ بلې فرښتې وحې راؤړې نو مونږ به پرې ايمان راوړے وهٔ۔ الله تعالیٰ فرمائی فرښتې دَ چا سره دښمنی نهٔ کوی، هغه خو هر کار دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم اؤ دَ هغهٔ پهٔ رضا کوی۔ پهٔ محمدﷺ باندې وحې دَ الله په حکم راوړی اؤ څوک چې فرښتو سره دښمنی کوی هغه دَ الله تعالیٰ دښمن دے۔
وَ لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ اٰیٰتٍۭ بَیِّنٰتٍ١ۚ وَ مَا یَكْفُرُ بِهَاۤ اِلَّا الْفٰسِقُوْنَ۝۹۹
ترجمه۔ اؤ مونږ نازل کړی دی پهٔ تا باندې روښانه آيتونه ، اؤ انکار به نهٔ کوی دَ دې نه مګر هغه څوک چې نافرمانه دی۔
اَوَ كُلَّمَا عٰهَدُوْا عَهْدًا نَّبَذَهٗ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ١ؕ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۱۰۰
ترجمه۔ آيا کله چې پوخ کړی څوک اقرار نو غرزوی به ېٔ دَ دوی نه يو ټولے بلکې اکثر پهٔ دوی کښې يقين نهٔ کوی ف۱۴۶
ف۱۴۶۔ يعنی دَ بنی اسرائیلو پخوانې هم دغه عادت دے چې کله دَ الله يا دَ الله دَ رسول سره وعدیٰ وکړی نو بيا دَ دوی يوه ډله هغه وعدیٰ شاته وغرزوی وعدیٰ ماته کړی اؤ يهوديانو کښې خو ډېر داسې دی چې پهٔ تورات ېٔ هډو ايمان نشته نو دَ هغوی دَ وعدې څهٔ اعتبار دے۔
وَ لَمَّا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِیْقٌ مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ١ۙۗ كِتٰبَ اللّٰهِ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ كَاَنَّهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ٘۝۱۰۱
ترجمه۔ اؤ کله چې راغلو دوی ته دَ الله دَ طرف نه يو رسول تصديق کؤنکے دَ هغه کتاب چې دوی سره دے، نو وغرزؤلو يوې ډلې دَ اهلِ کتابو دَ الله کتاب خپل شاته ګويا کهٔ دوی هډو خبر نهٔ دی ف۱۴۷
ف۱۴۷۔ دَ رسول نه مراد محمدﷺ دے ۔ دَ مَا مَعَهُمْ نه مراد تورات دے۔ اؤ دَ کتاب الله نه مراد هم تورات دے۔ يعنی کله چې رسول الله ﷺ تشريف راؤړو نو سره دَ دې چې هغویﷺ دَ تورات تصديق کؤلو۔ نو دَ يهودو يوې ډلې دَ خپل کتاب تورات حکم داسې شاته وغرزؤلو لکه چې هغوی هډو خبر نهٔ وی چې دا دَ الله کتاب دے اؤ پهٔ دې کښې مونږ ته دا حکم دے۔ نو څوک چې خپل منلے کتاب داسې شاته وغرزوی دَ هغوی نه نور څهٔ دَ خیر طمع کېدے شی۔
وَ اتَّبَعُوْا مَا تَتْلُوا الشَّیٰطِیْنُ عَلٰی مُلْكِ سُلَیْمٰنَ١ۚ وَ مَا كَفَرَ سُلَیْمٰنُ وَ لٰكِنَّ الشَّیٰطِیْنَ كَفَرُوْا یُعَلِّمُوْنَ النَّاسَ السِّحْرَ١ۗ وَ مَاۤ اُنْزِلَ عَلَی الْمَلَكَیْنِ بِبَابِلَ هَارُوْتَ وَ مَارُوْتَ١ؕ وَ مَا یُعَلِّمٰنِ مِنْ اَحَدٍ حَتّٰی یَقُوْلَاۤ اِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ١ؕ فَیَتَعَلَّمُوْنَ مِنْهُمَا مَا یُفَرِّقُوْنَ بِهٖ بَیْنَ الْمَرْءِ وَ زَوْجِهٖ١ؕ وَ مَا هُمْ بِضَآرِّیْنَ بِهٖ مِنْ اَحَدٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ یَتَعَلَّمُوْنَ مَا یَضُرُّهُمْ وَ لَا یَنْفَعُهُمْ١ؕ وَ لَقَدْ عَلِمُوْا لَمَنِ اشْتَرٰىهُ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ١ؕ۫ وَ لَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ١ؕ لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ۝۱۰۲
ترجمه۔ اؤ پهٔ هغه علم پسې شو کوم چې شيطان دوی ته ښودلو دَ سليمان عليه السَّلام دَ بادشاهیٔ پهٔ زمانه کښې ف۱۴۸ اؤ کفر نهٔ وهٔ کړے سليمان ، لېکن شيطانانو کفر کړے وهٔ چې ښودلو به ېٔ خلقو ته جادو، اؤ پهٔ هغه علم پسې شول کوم چې نازل شو پهٔ دوه فرښتو دَ بابل پهٔ ښار کښې پهٔ هاروت اؤ ماروت اؤ نهٔ به ښودلو دې فرښتو هېچا ته څو پورې چې به ېٔ ورته ونهٔ وې۔ مونږ خو يو دَ ازمېښت دپاره۔ نو تهٔ مهٔ کافر کېږه نو بيا به دَ هغوی نه زده کؤلو دوی جادو۔ چې پهٔ هغې به ېٔ جُدائی راوسته دَ ښځې خاوند تر ميانځه، اؤ نهٔ شو دوی نقصان رسؤلے پهٔ دې باندې هېچا ته دَ الله دَ حکم نه بغېر، اؤ دوی زده کوی داسې شے چې دوی ته نقصان رسوی اؤ فائدہ نه رسوی اؤ هغوی ښهٔ پوهه شوی دی چې چا خوښ کړو جادو، نشته دَ هغهٔ پهٔ آخرت کښې څهٔ برخه۔ اؤ ډېر ناکاره دے هغه شے دَ کوم پهٔ بدل کښې چې دوی خرڅ کړل خپل ځانونه، کهٔ دوی پوهېدے۔
ف۱۴۸۔ يعنی دې ظالمانو دَ الله کتاب خو هېر کړو اؤ دَ شيطانانو نه جادو زده کؤلو پسې شول اؤ دَ هغوی تابعدار شول۔
وَ لَوْ اَنَّهُمْ اٰمَنُوْا وَ اتَّقَوْا لَمَثُوْبَةٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ خَیْرٌ١ؕ لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ۠۝۱۰۳
ترجمه۔ اؤ کهٔ دوی ايمان راؤړے وې۔ اؤ تقویٰ ېٔ اختيار کړے وې نو اجر به ېٔ موندې وهٔ دَ الله نه بهتر کهٔ دوی پوهېدے ف۱۴۹
ف۱۴۹۔ يهوديانو پهٔ خپل دين اؤ خپل کتاب باندې عمل پرېښود اؤ دَ شيطانانو تابعداری ېٔ شروع کړه پهٔ سِحر زده کؤلو پسې شو اؤ سِحر په خلقو کښې پهٔ دوه طريقې خور شوے وهٔ۔ يو (۱)دَ حضرت سليمان عليه السَّلام پهٔ زمانه کښې چې پيريان اؤ بنيادم سره ګډ وډ وسېدل نو بنيادمو دَ شيطانانو نه سِحر زده کړو اؤ دَ هغې نسبت به ېٔ سليمانؑ ته کؤلو چې دا مونږ دَ هغهٔ نه زده کړے دے اؤ وې به ېٔ چې سليمانؑ دَ دې سِحر پهٔ طاقت پهٔ پيريانو، ديوانو حکومت کؤلو نو الله تعالیٰ فرمائی چې سِحر خو دَ کفر کار دے اؤ سليمانؑ دَ خدائې پېغمبر وهٔ هغهٔ دَ کفر کار نهٔ کؤلو۔
بل (۲) دَ هاروت اؤ ماروت پهٔ ذريعه خور شوے وهٔ۔ دا دوه فرښتې وې چې الله تعالیٰ دَ بنيادمو دَ امتحان دپاره راستؤلے وې۔ دَ بابل پهٔ ښار کښې دَ بنيادمو پهٔ شکل وسېدے، هغوی ته سِحر ورتلو اؤ چې څوک به دَ سِحر زده کؤلو دپاره ورغلو نو هغوی به ورته ووې چې دا ښهٔ کار نهٔ دے۔ بنده پرې کافر کيږی دا مهٔ زده کویٔ۔ کهٔ هغوی به پهٔ دې نصيحت منع نهٔ شول نو بيا به ېٔ ورته وښئلو۔ پهٔ دغه طريقه الله تعالیٰ پهٔ خلقو ازميښت کؤلو۔ (چې دَ چا ايمان به کمزورې وهٔ هغهٔ به زده کړو اؤ کافر به شو اؤ دَ چا ايمان به چې مضبوط وهٔ هغه به بچ پاتې شو) الله تعالیٰ فرمائی۔ داسې علمونو زده کؤلو کښې څهٔ فائدہ نشته سراسر تاوان دے۔ دنيا کښې هم پهٔ دې باندې دَ الله تعالیٰ دَ حکم نه بغېر هېڅ کار نهٔ شی کېدے۔ کهٔ دَ دين علم ېٔ زده کړے وې اؤ پهٔ کتاب الله ېٔ عمل کړے وې نو پهٔ آخرت کښې به ورته ثواب ورکړې شوے وهٔ (اوس خو ېٔ دين دنيا دواړه خراب شول۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقُوْلُوْا رَاعِنَا وَ قُوْلُوا انْظُرْنَا وَ اسْمَعُوْا١ؕ وَ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۰۴
ترجمه۔ اۓ ايماندارو تاسو مهٔ وايیٔ رَاعِنَا اؤ وايیٔ اُنْظُرْنَا اؤ خبره اوریٔ اؤ دَ کافرانو دپاره دردناک عذاب دے ف۱۵۰
ف۱۵۰۔ يهوديان به دَ رسول اللهﷺ مجلس ته راتلل خو خبرو ته به ېٔ پوره غوږ نهٔ کېښودو۔ نو چې په کومه خبره به پوهه نهٔ شول نو دَ بيا تحقيق دپاره به ېٔ رسول الله ﷺ ته ووې رَاعِنَا ، يعنی زمونږ خيال وساته اؤ مونږ پهٔ خبره پوهه کړه) دا لفظ دَ دوی نه مسلمانانو زده کړو نو هغوی به هم بيا داسې وې الله تعالیٰ مسلمانان دَ دې لفظ دَ وينا نه منع کړل اؤ ورته حکم وشو چې مجلس کښې ناست ېٔ نو خبره ښهٔ پهٔ غور سره اوریٔ چې دَ بيا بيا وینا ضرورت نهٔ وی اؤ کهٔ بيا هم چرته ضرورت وهٔ نو دَ (رَاعِنَا) پهٔ ځائې(ا اُنْظُرْنَا) وايیٔ۔ يهودو به دا لفظ پهٔ بدنيتیٔ وې خو مسلمانان پرې خبر نهٔ وو۔ دَ هغوی پهٔ ژبه کښې دَ رَاعِنۡ معنیٰ ده کم عقل ،بې وقوف اؤ په عربۍ کښې هم دَ عين زير ته لږ زور ورکړې شی رَاعِیۡنَا ووئیلی شی نو معنیٰ ېٔ ده زمونږ شپونکے۔ هغوی به هم دغسې وئيل خو دَ مسلمانانو ورته فکر نهٔ وهٔ۔
مَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَ لَا الْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ خَیْرٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ۝۱۰۵
ترجمه۔ زړهٔ نهٔ غواړی دَ هغه چاچې کافران دی دَ اهلِ کتابو نه۔ اؤ نهٔ دَ مشرکانو دا خبره چې نازله شی پهٔ تاسو باندې ستاسو دَ رب دَ طرف نه څهٔ ښهٔ خبره۔ اؤ الله تعالیٰ خاص کوی پخپل رحمت سره څوک چې غواړی، اؤ الله تعالیٰ دَ لوی فضل خاوند دے ف۱۵۱
ف۱۵۱۔ يعنی ټول کفار يهود دی کهٔ مشرکان هرګز پهٔ دې راضی نهٔ دی چې پهٔ تا دې دَ الله تعالیٰ فضل يعنی قرآن کريم نازل شی۔ دَ يهودو خو دا خواهش وهٔ چې آخری نبی په بنی اسرائیلو کښې راشی اؤ دَ مکې دَ مشرکانو دا خواهش وهٔ چې دَ هغوی پهٔ يو لوی سردار باندې قرآن نازل شوے وې دَ بنو هاشمو پهٔ يو يتيم ولې نازليږی۔ لېکن دا خو دَ الله تعالیٰ فضل دے چې پهٔ چا وشی(پهٔ سرداریٔ يا مالداریٔ يا علم باندې هرګز نهٔ ده)۔
مَا نَنْسَخْ مِنْ اٰیَةٍ اَوْ نُنْسِهَا نَاْتِ بِخَیْرٍ مِّنْهَاۤ اَوْ مِثْلِهَا١ؕ اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱۰۶
کهٔ منسوخ لړو يو آيت مونږ يا ېٔ دَ چا نه هېر کړو نو راواستوو مونږ بل دَ هغې نه بهتر يا دَ هغی پشان، ولې تهٔ نهٔ ېٔ خبر، چې الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے ف۱۵۲
ف۱۵۲۔ يهودو به مسلمانانو ته دا پېغور ورکؤلو چې ستاسو دَ قرآن ځنې آيتونه منسوخ شوی دی کهٔ دا دَ الله کلام وې نو داسې به نهٔ کېدل۔ دَ کوم نقصان پهٔ وجه چې منسوخ شوی دی، ولې الله تعالیٰ دَ دې عيب نه مخکښې خبر نهٔ وهٔ څهٔ ؟ الله تعالیٰ فرمائی چې نقصان نهٔ پهٔ وړومبيو آيتونو کښې وهٔ نهٔ پهٔ وروستیو کښې شته۔ الله تعالیٰ حقيقی حاکم دَ مخلوق حالاتو ته ګوری، دَ هغې مناسب حکم کوی۔ پهٔ يو وخت کښې دَ خلقو دَ حالت سره يو حکم مناسب وی اؤ پهٔ بل وخت کښې بل۔ نو دواړه حکمونه پهٔ خپل خپل ځائې صحيح دی، غلط پکښې يو هم نشته۔
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍ۝۱۰۷
ترجمه۔ ولې تهٔ نهٔ ېٔ خبر چې دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې حکومت خالص دَ الله تعالیٰ دے۔ اؤ نشته ستاسو دپاره دَ الله تعالیٰ نه سوا بل څوک ملګرے اؤ نهٔ مددګار ف۱۵۳
ف۱۵۳۔ يعنی يو طرف ته خو دَ الله تعالیٰ قدرت اؤ حکومت پهٔ هر څهٔ حاوی دے اؤ بل خوا ېٔ پهٔ بندګانو بې نتها رحم اؤ مهربانی ده نو اوس دَ بندګانو دَ فائدې اؤ نقصان علم دَ هغهٔ نه زيات چاته کېدے شی اؤ دَ هغه برابر خيرخواه به دَ بندګانو څوک وی ۔
اَمْ تُرِیْدُوْنَ اَنْ تَسْـَٔلُوْا رَسُوْلَكُمْ كَمَا سُىِٕلَ مُوْسٰی مِنْ قَبْلُ١ؕ وَ مَنْ یَّتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْاِیْمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ۝۱۰۸
ترجمه۔ آيا تاسو مسلمانان هم دا خواهش لریٔ چې تپوس وکړیٔ دَ خپل رسولﷺ نه څنګه چې تپوسونه شوی دی دَ موسٰیؑ نه ، دَ دې نه مخکښې ۔ اؤ څوک چې واخلی کفر دَ ايمان پهٔ بدل کښې نو هغه ګمراه شو دَ سمې لارې نه ف۱۵۴
ف۱۵۴۔ تاسو دَ يهوديانو پهٔ خبرو اعتبار مهٔ کویٔ۔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ يهوديانو دَ خبرو پهٔ وجه دَ دين پهٔ خبرو کښې څهٔ شک پيدا شو نو هغه لاړو کافر شو نو تاسو احتياط کویٔ اؤ دَ يهوديانو پهٔ وينا دَ خپل رسولﷺ نه داسې تپوسونه مهٔ کویٔ لکه هغوی چې دَ خپل رسول نه کؤل۔
وَدَّ كَثِیْرٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَوْ یَرُدُّوْنَكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ اِیْمَانِكُمْ كُفَّارًا١ۖۚ حَسَدًا مِّنْ عِنْدِ اَنْفُسِهِمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ١ۚ فَاعْفُوْا وَ اصْفَحُوْا حَتّٰی یَاْتِیَ اللّٰهُ بِاَمْرِهٖ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱۰۹
ترجمه۔ زړهٔ غواړی دَ ډېرو اهلِ کتابو، چې پهٔ چل تاسو راوګرځوی دَ ايمان راؤړو نه پس کفر ته پهٔ وجه دَ خپل زړهٔ دَ کينې، پس دَ دې نه چې څرګند شو هغوی ته حق ف۱۵۵ نو تاسو هغوی معاف کړیٔ اؤ څهٔ خيال ېٔ مهٔ ساتیٔ تر دې چې الله راواستوی خپل حکم ف۱۵۶ بې شکه الله په هر څهٔ قادر دے ف۱۵۷
ف۱۵۵۔ دَ ډېرو يهوديانو دا خواهش دے چې پهٔ څهٔ چل تاسو دَ ايمان نه واپس کړی اؤ بيا مو کافران کړی سره دَ دې چې هغوی ته دا خبره ښهٔ څرګنده شوے وه چې اسلام حق دين دے ۔ دا کتاب اؤ دا نبی رښتونی دی۔
ف۱۵۶۔ يعنی تر څو پورې چې زما حکم نهٔ وی راغلے تر هغې دَ يهودو پهٔ خبرو صبر کویٔ اؤ اخر دَ خندق دَ غزا نه پس دا حکم راغلو چې يهود دَ مدينې منورې دَ حدودو نه وباسیٔ نو (مسلمانانو هغوی دَ مدينې نه خارج کړل څوک خيبر ته لاړل اؤ څوک نورو علاقو کښې خوارهٔ شول اؤ طاقت ېٔ ختم شو)۔
ف۱۵۷۔ يعنی دا صبر دَ کمزوریٔ پهٔ وجه نهٔ دے بلکې دَ حکمت تقاضا ده الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ تاسو ته عزت اؤ طاقت درکؤلے شی اؤ يهود ذليل کؤلے شی۔ اؤ پهٔ خپل مناسب وخت هم دغسې وشوه۔
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ١ؕ وَ مَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَیْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۱۱۰
ترجمه۔ اؤ قائم ساتیٔ نمونځ اؤ ورکویٔ زکوٰة، اؤ هره نيکی چې تاسو ېٔ مخکښې واستویٔ دَ خپل ځان دپاره وبه ېٔ مومیٔ دَ الله سره ، بې شکه الله پهٔ هر څهٔ چې تاسو کویٔ ټول وينی ف۱۵۸
ف۱۵۸۔ تاسو صبر کویٔ اؤ پهٔ عبادت کښې مشغول وسیٔ۔ الله تعالیٰ ستاسو دَ کارونو نه غافل نهٔ دے۔ ستاسو يو نیک کار به هم برباد نهٔ ځی دَ هغی ثوا ب به درکؤلے شی۔
وَ قَالُوْا لَنْ یَّدْخُلَ الْجَنَّةَ اِلَّا مَنْ كَانَ هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی١ؕ تِلْكَ اَمَانِیُّهُمْ١ؕ قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۱۱۱
ترجمه۔ اؤ وائی چې هرګز به نهٔ ځی جنت ته مګر هغه څوک چې يهودی وی يا عيسائی وی ف۱۵۹ دا دَ دوی خواهشات دی، ووايه چې راؤړیٔ پهٔ دې خبره څهٔ دليل کهٔ تاسو رښتونی ېٔ۔
ف۱۵۹۔ يهودو به وې چې زمونږ نه علاوه به بل يو قوم هم جنت ته نهٔ ځی اؤ عيسايانو به وې چې جنت خو يواځې زمونږ دے بل به هېڅ يو قوم جنت ته نهٔ ځی۔
بَلٰی١ۗ مَنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَ هُوَ مُحْسِنٌ فَلَهٗۤ اَجْرُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ١۪ وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۠۝۱۱۲
ترجمه۔ ولې نه ،چا چې تابع کړو خپل مخ دَ الله تعالیٰ ، اؤ نيک کارونه کوی۔ نو هم دَ هغهٔ دپاره دَ دې ثواب دے دَ الله سره اؤ نشته څهٔ ويره په هغوی اؤ نهٔ به وی هغوی غمژن ف۱۶۰
ف۱۶۰۔ يعنی چاچې دَ الله تعالیٰ حکمونه ومنل اؤ دَ هغې تابعدای ېٔ وکړه۔ دا حکمونه دَ هر يو نبی پهٔ ذريعه چې معلوم شوی وی اؤ دَ يهوديانو پهٔ شان ېٔ ضد اؤ حسد ونهٔ کړو۔ هغوی ته به ښهٔ اجر ورکؤلے شی اؤ پهٔ هغوی به دَ قيامت پهٔ ورځ نهٔ څهٔ ويره وی اؤ نهٔ به غمژن وی۔
وَ قَالَتِ الْیَهُوْدُ لَیْسَتِ النَّصٰرٰی عَلٰی شَیْءٍ١۪ وَّ قَالَتِ النَّصٰرٰی لَیْسَتِ الْیَهُوْدُ عَلٰی شَیْءٍ١ۙ وَّ هُمْ یَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ١ؕ كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ١ۚ فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۝۱۱۳
ترجمه۔ اؤ يهود خو وائی نهٔ دی نصاریٰ پهٔ هېڅ لاره (يعنی پهٔ حق نهٔ دی) اؤ نصارٰی وائی يهود نهٔ دی پهٔ هېڅ لار سره دَ دې چې دوی ټول لولی کتاب ف۱۶۱ هم دغسې کړی دی هغو کسانو چې جاهلان دی دَ دوی پهٔ شان خبرې۔ اوس به الله فيصله کوی دَ دوی ترميانځه دَ قيامت پهٔ ورځ پهٔ کومو خبرو کښې چې دوی جګړې کؤلے ف۱۶۲
ف۱۶۱۔ يهودو چې توريٰت ولستو نو پهٔ دې پوهه شو چې نصاریٰ چې عيسٰیؑ ته دَ خدائې ځوئے وائی نو دوی په دې کافر شو ځکه به ېٔ وې چې نصاریٰ پهٔ حقه لار نهٔ دی اؤ عيسايانو چې دې ته کتل چې يهوديان دَ عيسٰیؑ دَ نبوت نه انکار کوی نو پوهه شو چې دوی کافر دی ځکه چې دَ يو نبی دَ نبوت نه انکار کفر دے۔ عمل دَ اخری نبی پهٔ شريعت کيږی لېکن دَ مخکښينيو نبيانو پهٔ نبوت ايمان راؤړل اؤ هغوی پهٔ حقه ګڼل ضروری دی نو پهٔ دې وجه به يهودو وې چې عيسايان په صحيح لار نهٔ دی اؤ عيسايانو به وې چې يهوديان پهٔ صحيح لار نهٔ دی۔
ف۱۶۲۔ دَ جاهلانو نه مراد دَ عربو مشرکان دی چې دَ بتانو عبادت به ېٔ کؤلو يعنی څنګه چې يهود اؤ نصاریٰ يو بل ته ګمراه وائی دغسې دا بت پرست مشرکان هم ځان پهٔ حقه ګڼی اؤ نورو ټولو ته ګمراه وائی۔ نو اوس خو دَ دوی خوښه ده هر څهٔ چې وائی فيصله به ېٔ دَ قيامت پهٔ ورځ کيږی چې څوک پهٔ حقه دی۔
فائدہ۔ دلته دا شبه کيږی چې كَذٰلِكَ ووئیلی شو نو بيا دَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ وينا څهٔ ضرورت وهٔ۔ ځنې مفسرينو وئیلی دی چې دويم ځل دَ تاکيد اؤ زياتی وضاحت دپاره وئیلی شوی دی اؤ ځينو وئیلی دی چې دلته دوه تشبيه دی جُدا جُدا ځکه دوه لفظه راؤړی شوی دی دَ يوې تشبيه غرض خو دا دے چې دَ دوی دواړو خبره يو شان ده۔ څنګه چې دوی نورو ته ګمراه وائی دغسې هغوی هم وائی اؤ دَ بلې تشبيه غرض دا دے چې څنګه دَ هغوی دا دعویٰ بې دليله ده۔ دغسې دَ مشرکانو دعویٰ هم بې دليله ده اؤ صرف دَ خپل نفس پهٔ خواهش بنا ده۔
وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ مَّنَعَ مَسٰجِدَ اللّٰهِ اَنْ یُّذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ وَ سَعٰی فِیْ خَرَابِهَا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ مَا كَانَ لَهُمْ اَنْ یَّدْخُلُوْهَاۤ اِلَّا خَآىِٕفِیْنَ١ؕ۬ لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۝۱۱۴
ترجمه۔ اؤ دَ هغه نه لوئے ظالم څوک دے ، څوک چې منع کوی خلق دَ الله دَ جماتونو نه چې واخستے شی پکښې دَ هغهٔ نوم اؤ کوشش کوی دَ هغې پهٔ شاړؤلو کښې ف۱۶۳ داسې خلقو سره نه ښائی چې ننوزی دې جماتونو ته مګر پهٔ ويره ف۱۶۴ دَ هغوی دپاره پهٔ دنيا کښې ذلت دے ف۱۶۵
اؤ هغوی دپاره پهٔ اخرت کښې غټ عذاب دے۔
ف۱۶۳۔ دا آيت دَ عيسايانو پهٔ حق کښې دے چې دَ يهوديانو سره ېٔ جنګ کړے وهٔ اؤ توريٰت ېٔ سوزؤلے وهٔ۔ اؤ دَ بيت المقدس جماعت ېٔ وران کړے وهٔ يا دَ مکې دَ مشرکانو پهٔ حق کښې دے چې هغوی مسلمانان دَ بيت الله شريف دَ زيارت نه منع کړی وو۔ اوس هم کهٔ څوک جماعت شاړوی يا ورانوی نو پهٔ دې حکم کښې داخل دی۔
ف۱۶۴۔ يعنی کافرانو له پکار دا وه چې جماعت ته ډېر په تعظيم اؤ پهٔ ويره ویره ورننوتې۔ مطلب دا چې پهٔ ملک کښې دَ اسلام حکومت پکار دے۔ کافران دَ حکومت اؤ عزت سره دَ وسېدو لائق نهٔ دی۔ اؤ هم دغسې وشوه چې دَ مکې اؤ ملکِ شام حکومت الله تعالیٰ مسلمانانو ته ورکړو اؤ مشرکان ذليل شو۔
ف۱۶۵۔ دوی پهٔ دنيا کښې هم ذليل شول شکست ېٔ وخوړو۔ ځنی قيديان شول، حکومت اؤ طاقت ېٔ ختم شو، دَ مسلمانانو تابع شول اؤ پهٔ آخرت کښې به هم دَ دوزخ پهٔ سخت عذاب کښې پراتهٔ وی۔
وَ لِلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَ الْمَغْرِبُ١ۗ فَاَیْنَمَا تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ۝۱۱۵
ترجمه۔ اؤ هم دَ الله دی نمر خاتهٔ اؤ نمر پريواتهٔ۔ نو کوم طرف ته چې تاسو مخ کړو هم هغه خوا دَ الله توجه ده ف۱۶۶ بې شکه الله بې انتها بخښونکے پهٔ هر څهٔ عالم دے ف۱۶۷
ف۱۶۶۔ دا هم دَ يهودو اؤ عيسايانو يوه جګړه وه هر يو به وې چې زمونږ قبله بهتره ده الله تعالیٰ فرمائی، الله يو طرف ته نهٔ دے هغه خو دَ مکان اؤ چَت نه پاک دے۔ دَ الله پهٔ حکم چې څوک کوم طرف ته مخ کوی هغه ورته متوجه وی اؤ دَ هغهٔ عبادت قبلوی۔ پهٔ طرفونو کښې هېڅ خصوصيت نشته۔ خبره دَ الله تعالیٰ دَ حکم منلو ده۔ ځنو مفسرينو ليکلی دی چې دا آيت پهٔ سفر کښې دَ سورلۍ دَ پاسه نفل نمونځ کؤلو پهٔ حق کښې نازل شوے دے۔ يا چې پهٔ سفر کښې دَ قبلې صحيح پته نهٔ لګی نو داسې وخت کښې چې چا هر طرف ته نمونځ وکړو صحيح دے۔
ف۱۶۷۔ يعنی دَ الله تعالیٰ رحمت عام دے پهٔ يو کس يا يو طرف پورې خاص نهٔ دے ۔ هغه دَ بندګانو مصلحت، دَ هغوی نيتونه اؤ عملونه ښهٔ پيژنی۔ هغهٔ ته معلومه ده چې کوم کار کښې بندګانو ته فائدہ ده اؤ کوم کښې نقصان دے، نو بندګانو ته دَ هغې مطابق حکم ورکوی څوک چې دا حکم ومنی هغهٔ ته ثواب ورکوی اؤ څوک چې ونهٔ منی دَ سزا حقدار شی۔
وَ قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا١ۙ سُبْحٰنَهٗ١ؕ بَلْ لَّهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ۝۱۱۶
ترجمه۔ اؤ وائی چې الله اولاد لری، هغه دَ داسې ټولو خبرو نه پاک دے بلکې هم دَ هغهٔ دی هر څهٔ چې پهٔ اسمانونو کښې اؤ پهٔ زمکه کښې دی، ټول هم دَ هغهٔ تابعدار دی۔
بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ۝۱۱۷
ترجمه۔ وړومبی ځل پيدا کؤنکے دے دَ اسمانونو اؤ دَ زمکې اؤ کله چې حکم کوی دَ څهٔ کار نو ووائی ورته چې شه نو وشی ف۱۶۸
ف۱۶۸۔ يهودو به حضرت عزيرعليه السَّلام ته دَ خدائې ځوئے وئیلو اؤ عيسايانو عيسٰی عليه السَّلام ته الله فرمائی چې الله دَ داسې خبرو نه پاک دے۔ دا ټول دَ هغه بنديان اؤ تابعدار مخلوق دے۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ لَوْ لَا یُكَلِّمُنَا اللّٰهُ اَوْ تَاْتِیْنَاۤ اٰیَةٌ١ؕ كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّثْلَ قَوْلِهِمْ١ؕ تَشَابَهَتْ قُلُوْبُهُمْ١ؕ قَدْ بَیَّنَّا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ۝۱۱۸
ترجمه۔ اؤ وائی هغه کسان چې پهٔ هېڅ نهٔ پوهيږی، ولې خبرې نهٔ کوی زمونږ سره الله۔ اؤ ولې نهٔ راستوی مونږ ته څهٔ آيت ف۱۶۹ هم دغسې خبرې کړے دی دَ دوی نه مخکښې خلقو دَ دوی دَ خبرو پهٔ شان ، دَ دوی زړونه ترجمه۔ يو شان دی۔ بی شکه مونږ ښکاره کړے دی علامې هغه خلقو ته چې يقين کوی ف۱۷۰
ف۱۶۹۔ يعنی پهٔ اهل کتابو اؤ مشرکانو کښې چې کوم جاهلان دی هغوی وائی چې الله مونږ سره پخپله ولې خبرې نهٔ کوی (چې دَ رسولانو پهٔ خلهٔ ېٔ کوی) يا داسې څرګنده نخښه ولې نهٔ راستوی چې زمونږ دَ نبی عليه السَّلام پهٔ نبوت يقين راشی اؤ ايمان راؤړو۔
ف۱۷۰۔ الله تعالیٰ فرمائی دا څهٔ نوې خبره نهٔ ده۔ دَ دوی نه مخکښې نورو خلقو هم دغسې دَ جهالت خبرې کړی دی اؤ څوک چې يقين کؤنکی دی دَ هغوی دپاره خو مونږ دَ محمدﷺ دَ برحق نبی کېدو ډېرې نشانې څرګندې کړی دی۔ خو څوک چې ضد کوی اؤ دَ جهالت پهٔ وجه خامخا انکار کوی هغهٔ ته کهٔ ډيرې معجزې څرګندې شی هېڅ فائدہ ېٔ نشته۔
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّ نَذِیْرًا١ۙ وَّ لَا تُسْـَٔلُ عَنْ اَصْحٰبِ الْجَحِیْمِ۝۱۱۹
ترجمه۔ بې شکه مونږ تهٔ استولے ېٔ رښتونی دين سره زېرے ورکؤنکے اؤ ويرؤنکے اؤ دَ تانه به تپوس نهٔ کيږی دَ دوزخ دَ وسېدونکيو ف۱۷۱
ف۱۷۱۔ دَ دې نه پس کهٔ هم څوک ايمان نهٔ راؤړی نو اے رسولﷺ پهٔ تا باندې دَ هغې هېڅ الزام نهٔ راځی لهٔ تانه دا تپوس نهٔ کيږی چې دوی دې ولې مسلمانان نهٔ کړل۔
وَ لَنْ تَرْضٰی عَنْكَ الْیَهُوْدُ وَ لَا النَّصٰرٰی حَتّٰی تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ١ؕ قُلْ اِنَّ هُدَی اللّٰهِ هُوَ الْهُدٰی١ؕ وَ لَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ الَّذِیْ جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ١ۙ مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍؔ۝۱۲۰
ترجمه۔ اؤ هرګز نهٔ راضی کيږی لهٔ تا نه يهود اؤ نهٔ نصاریٰ ۔ تر څو چې تهٔ تابع نهٔ شې دَ هغوی دَ دين ف۱۷۲ ورته ووايه کومه لار چې الله ښودلے ده هم هغه نېغه لار ده ف۱۷۳ اؤ بالفرض کهٔ تهٔ تابعداری وکړې دَ دوی دَ خواهشاتو پس دَ هغه علم نه چې تا ته درکړې شوے دے ۔ نو ستا دپاره هېڅوک نشته دَ الله دَ لاس نه مرسته کؤنکے اؤ نهٔ مددګار ف۱۷۴
ف۱۷۲۔ يعنی يهوديان اؤ انصاریٰ خو دَ حق اتباع نهٔ کوی بس پخپل ضد ولاړ دی۔ هېچرې اسلام نهٔ قبلوی اؤ بالفرض کهٔ تا دَ هغوی اتباع وکړه نو خوشحال به شی اؤ دا ممکن نهٔ ده نو دَ هغوی نه زړهٔ صبر کړه نوره طمع ترېنه مهٔ کوه۔
ف۱۷۳۔ يعنی پهٔ هره زمانه کښې دَ هدايت لار هغه ده چې دَ هغې زمانې رسول راؤړے وی نو اوس دَ هدايت لار دَ اسلام لار ده دَ يهودو اؤ عيسايانو طريقه نهٔ ده۔
ف۱۷۴۔ يعنی فرض کړه کهٔ تهٔ دَ هغوی دَ خوشحالؤلو دپاره داسې وکړې چې دَ هغوی اتباع وکړې نو بيا تا دَ الله دَ غضب نه هېڅوک نهٔ شی بچ کؤلے پهٔ دې کښې مسلمانانو ته خبردارے دے کهٔ څوک پهٔ قرآن باندې ايمان راؤړو نه پس بل مذهب ته واؤړېدهٔ نو دَ الله تعالیٰ دَ عذاب نه ېٔ هېڅوک نهٔ شی بچ کؤلے۔
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَتْلُوْنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ١ؕ وَ مَنْ یَّكْفُرْ بِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۠۝۱۲۱
ترجمه۔ هغه خلق چې مونږ ورته کتاب ورکړے دے، لولی هغه کتاب څنګه چې ېٔ حق دے دَ لستلو، هم دغه کسان پهٔ هغې يقين کوی، اؤ څوک چې دَ هغې نه منکر دی، هم هغه تاوانيان دی ف۱۷۵
ف۱۷۵۔ پهٔ يهوديانو کښې ځنې کسان نېکان هم وو۔ چې هغوی خپل کتاب توريٰت پهٔ پوهه لوستو اؤ دَ هغې پهٔ احکامو ېٔ عمل کؤلو، هغوی پهٔ رسول اللهﷺ ايمان راؤړو۔ څنګه چې ورته دَ توريٰت حکم وهٔ۔ لکه حضرت عبدالله ابن سلام اؤ دَ هغهٔ نور ملګری۔ دا اٰيتونه دَ هغوی پهٔ حق کښې نازل شوی دی۔ يعنی هغوی توريٰت په غور سره لُستو نو ايمان ېٔ نصيب شو اؤ چا چې دَ خپل کتاب توريٰت دَ حکم نه انکار وکړو۔ هغوی کافر شو اؤ دنيا اؤ اخرت دواړو کښې تاوانيان شو۔
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَ اَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ۝۱۲۲
ترجمه۔ اۓ بنی اسرائیلو ياد کړیٔ هغه احسان چې ما پهٔ تاسو کړے دے اؤ دا چې ما تاسو ته لویٔ درکړه پهٔ ټوله دنيا.
وَ اتَّقُوْا یَوْمًا لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْـًٔا وَّ لَا یُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّ لَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَّ لَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ۝۱۲۳
ترجمه۔ اؤ دَ هغې ورځې نه وويرېږیٔ چې پکار به نهٔ راځی هېڅوک دَ هېچا اؤ نهٔ به قبليږی دَ هغوی نه څهٔ بدله اؤ نهٔ به ېٔ پکار راځی سفارش اؤ نه به مدد ور رسی ف۱۷۶
ف۱۷۶۔ بنی اسرائیلو ته چې کومې خبرې مخکښې يادې کړې شوے وې اوس دَ هغوی دَ پوره حالاتو بيانؤلو نه پس دَ تاکيد دپاره ورته بيا دَ هغه احسانونو يادګيرنه کؤلے شی۔ کهٔ دوی ايمان راؤړی اؤ هدايت قبول کړی۔ دَ دې قصې دَ بيانؤلو اصل مقصد هم دا دے۔
وَ اِذِ ابْتَلٰۤی اِبْرٰهٖمَ رَبُّهٗ بِكَلِمٰتٍ فَاَتَمَّهُنَّ١ؕ قَالَ اِنِّیْ جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ اِمَامًا١ؕ قَالَ وَ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ١ؕ قَالَ لَا یَنَالُ عَهْدِی الظّٰلِمِیْنَ۝۱۲۴
ترجمه۔ اؤ چې ازمېښت وکړو په ابراهيم خپل رب دَ يو څو خبرو ف۱۷۷ بيا هغهٔ پوره کړې، رب ورته ووې، زهٔ به تا دَ ټول مخلوق پېشوا کړم ف۱۷۸ هغه ووې اؤ زما دَ اولاد نه هم، الله ووې نهٔ به رسی زما وعده ظالمانو ته ف۱۷۹
ف۱۷۷۔ لکه دَ حج ارکان پوره کؤل۔ سنّت کؤل، مسواک وهل، نو ابراهيمؑ دغه احکام ښهٔ پهٔ اخلاص پوره کړل۔ نو الله تعالیٰ ورباندې دا احسان وکړو چې دَ ټول عالم پېشوا شو۔
ف۱۷۸۔ يعنی ټول نبيان به ستا تابعداری کوی۔
ف۱۷۹۔ بنی اسرائیل پهٔ دې ډېر غاوره وو چې مونږ دَ ابراهيمؑ اولاد يو اؤ دَ هغهٔ سره الله تعالیٰ وعدیٰ کړے ده چې نبوت اؤ مشری به ستا پهٔ اؤلاد کښې وی۔ مونږ دَ ابراهيمؑ پهٔ دين يو اؤ ټول نبيان دَ هغهٔ دَ دين تابع دی۔ الله تعالیٰ فرمائی چې زما وعده دَ ابراهيمؑ دَ هغه اؤلاد د پاره ده څوک چې پهٔ صحيح لار روان دی۔ دَ ابراهيمؑ دوه ځامن وو۔ اسماعيلؑ اؤ اسحاقؑ تر څهٔ وخته پورې پېغمبری دَ اسحاقؑ پهٔ اؤلاد کښې راغله اوس دَ اسماعيلؑ اؤلاد ته واؤړېده۔ دَ ابراهيمؑ دعا دَ دواړو ځامنو دپاره وه۔ بې شکه دين اسلام همېشه راسې يو راغلے دے۔ ټولو نبيانو هم دغه تبليغ کړے دے (چې الله يو ګڼیٔ اؤ هغه چې دَ رسول پهٔ ذريعه کوم حکم راستوی پهٔ هغې عمل کویٔ) اوس دا طريقه مسلمانانو احتيار کړے ده دَ رسول اللهﷺ حکم منی اؤ تاسو ترېنه انکار کویٔ۔ دَ دې نه وړومبی آيت کښې الله تعالیٰ پهٔ هغوی خپل احسانونه ذکر کړی دی۔ پهٔ دې آيت کښې دَ هغوی دَ يو شک ځواب دے چې هغوی به ځان دَ ټولې دنيا نه افضل ګڼلو نو دَ بل چا تابعداری ېٔ نه کؤله ۔
فائدہ۔ دَ بنی اسرائیلو پهٔ واقعاتو کښې دَ ابراهيمؑ ذکر راغلو۔ دَ هغهٔ دَ مرتبې لوی بيان شوه۔ اوس دَ هغې پهٔ ضمن کښې دَ خانه کعبې دَ جوړؤلو ذکر هم راغلو اؤ دَ هغې فضيلت بيان شو پهٔ يهودو اؤ عيسايانو اعتراضونه هم وشول۔
وَ اِذْ جَعَلْنَا الْبَیْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَ اَمْنًا١ؕ وَ اتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰهٖمَ مُصَلًّی١ؕ وَ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَ اِسْمٰعِیْلَ اَنْ طَهِّرَا بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَ الْعٰكِفِیْنَ وَ الرُّكَّعِ السُّجُوْدِ۝۱۲۵
ترجمه۔ اؤ چې مونږ مقرر کړه خانه کعبه دَ خلقو دپاره دَ راجمع کېدو ځائې اؤ دَ امن ځائې ف۱۸۰
اؤ جوړ کړیٔ دَ ابراهيمؑ دَ ودرېدو دَ ځائې نه دَ نمانځهٔ ځائې ف۱۸۱ اؤ حکم ورکړو مونږ ابراهيمؑ ته اؤ اسماعيلؑ ته چې پاک وساتیٔ زما کور ف۱۸۲ دَ طواف کؤنکيو دپاره اؤ اعتکاف کؤنکيو دپاره اؤ رکوع سجده کونکيو دپاره۔
ف۱۸۰۔ يعنی هر کال دَ دنيا دَ ګټ ګټ نه خلق دلته راجمع کيږی اؤ څوک چې دَ حج ارکان پوره کړی دَ هغهٔ ګناهونه معاف شی اؤ دَ دوزخ دَ اور نه پهٔ امن شی۔ يا دا چې دا دَ امن ځائې دے دلته به څوک پهٔ يو بل زياتے نهٔ کوی۔
ف۱۸۱۔ مقام ابراهيمؑ هغه کاڼے دے کوم باندې چې به ابراهيمؑ دَ بيت الله شريف ديوال وهلو دپاره ودرېدو ۔ پهٔ دې ګټه دَ ابراهيمؑ دَ قدمونو نشان څرګند دے۔ اؤ هم پهٔ دغه ګټه ولاړ وهٔ چې ټولې دنيا ته ېٔ دَ حج دپاره بلنه ورکؤله۔ دا کاڼے هم لکه دَ حجرِاسود دَ جنت نه راغلے دے۔ دَ دې پهٔ خوا کښې دَ نمونځ کؤلو ډېر ثواب دے۔ دا حکم فرض نهٔ دے استحبابی دے۔
ف۱۸۲۔ يعنی دَ بتانو اؤ نورو ناپاکو څيزونو نه ېٔ پاکه ساتیٔ اؤ دلته دې څوک ناکاره کار نهٔ کوی اؤ نهٔ دې بې اؤدسه دَ دې طواف کوی۔
وَ اِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا بَلَدًا اٰمِنًا وَّ ارْزُقْ اَهْلَهٗ مِنَ الثَّمَرٰتِ مَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاَخِرِ١ؕ قَالَ وَ مَنْ كَفَرَ فَاُمَتِّعُهٗ قَلِیْلًا ثُمَّ اَضْطَرُّهٗۤ اِلٰی عَذَابِ النَّارِ١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۱۲۶
ترجمه۔ اؤ چې ووې ابراهيمؑ اے زما ربه، کړه دا دَ امن ښار ف۱۸۳ اؤ روزی ورکړه دَ دې وسېدنکيو ته مېوې څوک چې پهٔ هغوی کښې ايمان راؤړی پهٔ الله اؤ دَ قيامت پهٔ ورځ ف۱۸۴ الله ووې اؤ څوک چې کفر کوی هغوی ته به هم نفع ورکوم څهٔ لږې ورځې بيا به ېٔ پهٔ زور راغواړم۔ دَ دوزخ عذاب ته، هغه ډېر خراب ځائې دے دَ وسېدو دپاره ف۱۸۵
ف۱۸۳۔ ابراهيمؑ چې څهٔ وخت دلته دَ بيت الله شريف بنياد کېښودو نو دلته ابادی نهٔ وه۔ شاړه ميره وه۔ هغه وخت هغهٔ دا دعا وکړه چې اے الله دلته يو پر امن ښار اباد کړې۔ دَ هغهٔ دعا قبوله شوه۔
ف۱۸۴۔ يعنی دې ښار کښې چې کوم ايماندار وسی هغوی ته دَ ميوو روزی ورکړې اؤ دَ امن اؤ دَ ارام ژوند ورکړې دَ کافرو دپاره ېٔ دعا ونهٔ کړه چې دا ځائې خدائې پاک دَ کفر دَ ګند نه پاک وساتی۔
ف۱۸۵۔ الله تعالیٰ ورته وفرمائیل روزی خو به دَ دنيا پهٔ څو ورځو ژوند کښې کافرو ته هم ورکؤم۔ دا دَ پېغبریٔ پهٔ شان شے نهٔ دے چې صرف دَ مسلمان حق وی۔
وَ اِذْ یَرْفَعُ اِبْرٰهٖمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَیْتِ وَ اِسْمٰعِیْلُ١ؕ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۱۲۷
ترجمه۔ اؤ ياد کړه چې پورته کؤل ابراهيمؑ دَ خانه کعبې بنيادونه اؤ اسماعيلؑ اؤ دعا ېٔ کؤله ، اے ربه تهٔ ېٔ قبول کړه زمونږ دَ طرف نه بې شکه ته اؤرېدونکے اؤ پوهېدونکے ېٔ ف۱۸۶
ف۱۸۶۔ يعنی زمونږ دا خواری، دَ خانه کعبې دَ تعمير دا محنت قبول کړې۔ تهٔ دَ هر چا دعا اؤرې زمونږ دا دعا هم واؤره اؤ تهٔ دَ ټولو خلقو دَ نيتونو نه خبر ېٔ (زمونږ دَ حال نه هم خبر ېٔ نو ته پکښې برکت واچوه، الله تعالیٰ دَ هغهٔ دعا قبوله کړه۔ خانه کعبه دَ تمام جهان دَ مسلمانانو مرکز شو، هر کال ورته راجمع کيږی اؤ دَ هغهٔؑ پهٔ اولاد کښې ېٔ اخری رسول محمدﷺ راواستؤلو چې خلق ېٔ دَ کفر دَ ګند نه پاک کړل اؤ دَ کلام الله تعليم ېٔ ورکړو۔مترجم)
رَبَّنَا وَ اجْعَلْنَا مُسْلِمَیْنِ لَكَ وَ مِنْ ذُرِّیَّتِنَاۤ اُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ١۪ وَ اَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَ تُبْ عَلَیْنَا١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۝۱۲۸
ترجمه۔ اے زمونږه ربه تهٔ مونږ فرمانبرداره کړې اؤ زمونږ دَ اولاد نه هم يو ټولے خپل فرمانبردار کړې اؤ مونږ ته دَ حج قاعدې وښيه، اؤ مونږ معاف کړه، بې شکه ته توبه قبلونکے مهربان ېٔ۔
رَبَّنَا وَ ابْعَثْ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِكَ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ یُزَكِّیْهِمْ١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۠۝۱۲۹
ترجمه۔ اے زمونږه ربه اؤ راواستوه زمونږ پهٔ اولاد کښې يو رسول هم دَ هغوی نهٔ چې لولی هغوی ته ستا آيتونه اؤ ښیٔ ورته کتاب اؤ دَ حکمت خبرې اؤ پاک کړی هغوی بې شکه ته ډېر زبردست اؤ دَ لوی حکمت خاوند ېٔ ف۱۸۷
ف۱۸۷۔ حضرت براهيمؑ اؤ حضرت اسماعيلؑ دواړو دا دعا وغښته چې زمونږ پهٔ اولاد کښې يوه ډله دَ تابعدارو پيدا کړه اؤ هغوی ته هم پهٔ هغوی کښې يو رسول راواستوه چې هغوی ته دَ کتاب الله معنیٰ اؤ دَ هغې رازونه وښیٔ۔ داسې رسول چې دَ اسماعيلؑ پهٔ اولاد کښې وی۔ صرف محمدﷺ دے۔ پهٔ دې آيت کښې دَ يهودو دَ دې خيال ترديد وشو چې دَ ابراهيمؑ دَ دعا پهٔ وجه نبيان صرف پهٔ بنی اسرائیلو کښې راځی بل قوم کښې نهٔ شی راتلې۔ بنی اسرائیل دَ ابراهيمؑ دَ بل ځوی اسحاقؑ اولاد دے دَ کتاب دَ ښودلو مطلب دا دے چې دَ کتاب دَ الفاظو ظاهری معنیٰ اؤ ضروری مطلب کوم چې دَ الفاظو نه څرګنديږی بيان شی اؤ دَ حکمت نه مطلب دَ دين باريکې خبرې اؤ پټ رازونه دی۔
وَ مَنْ یَّرْغَبُ عَنْ مِّلَّةِ اِبْرٰهٖمَ اِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهٗ١ؕ وَ لَقَدِ اصْطَفَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا١ۚ وَ اِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۱۳۰
ترجمه۔ اؤ څوک به چې وګرځی دَ ابرهيم دَ دَ مذهب نه، بې دَ هغه چا نه چې ځان ېٔ کم عقل کړے وی اؤ بې شکه مونږ هغه غوره کړے دے پهٔ دنيا کښې اؤ هغه پهٔ اخرت کښې دَ نېکانو نه دے۔
اِذْ قَالَ لَهٗ رَبُّهٗۤ اَسْلِمْ١ۙ قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۱۳۱
ترجمه۔ اؤ ياد کړه چې هغهٔ ته خپل رب ووې فرمانبرداره شه۔ هغهٔ ووې، زهٔ دَ رب العٰلَمين فرمانبردار يم۔
وَ وَصّٰی بِهَاۤ اِبْرٰهٖمُ بَنِیْهِ وَ یَعْقُوْبُ١ؕ یٰبَنِیَّ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰی لَكُمُ الدِّیْنَ فَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَؕ۝۱۳۲
ترجمه۔ اؤ هم دغه وصيت وکړو ابراهيمؑ خپلو ځامنو ته اؤ يعقوبؑ هم، اے بچو، بې شکه الله خوښ کړے دے ستاسو دپاره دين نو تاسو هر ګز مهٔ مریٔ مګر مسلمانان ف۱۸۸
ف۱۸۸۔ دَ کوم حق مذهب يعنی اسلام ذکر چې مخکښې وشو۔ ابراهيمؑ اؤ يعقوبؑ خپل اولاد ته هم دَ دې وصيت کړے وهٔ نو څوک چې دا مذهب نهٔ منی هغه دَ هغوی دَ وصيت خلاف کوی۔ پهٔ دې آيت کښې دَ يهودو دَ دې عقيدې ترديد وشو چې هغوی به وې چې يعقوبؑ خپل اولاد ته دَ يهودی کېدو وصيت کړے وهٔ۔
اَمْ كُنْتُمْ شُهَدَآءَ اِذْ حَضَرَ یَعْقُوْبَ الْمَوْتُ١ۙ اِذْ قَالَ لِبَنِیْهِ مَا تَعْبُدُوْنَ مِنْۢ بَعْدِیْ١ؕ قَالُوْا نَعْبُدُ اِلٰهَكَ وَ اِلٰهَ اٰبَآىِٕكَ اِبْرٰهٖمَ وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِسْحٰقَ اِلٰهًا وَّاحِدًا١ۖۚ وَّ نَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ۝۱۳۳
ترجمه۔ ولې تاسو هغه وخت موجود ویٔ چې نژدے شو يعقوبؑ ته مرګ، هغه ووې خپلو ځامنو ته، تاسو به دَ چا عبادت کویٔ زما نه پس؟ هغوی ووې مونږ به عبادت کوو ستا دَ رب اؤ ستا دَ نيکونو ابراهيمؑ اؤ اسماعيلؑ اؤ دَ اسحاقؑ دَ رب، هم هغه يو خدائې دے اؤ مونږ ټول دَ هغهٔ تابعدار يو ف۱۸۹
ف۱۸۹۔ يعنی يعقوبؑ چې خپل اولاد ته کله وصيت کؤلو تاسو خو هغه وخت موجود هم نهٔ ویٔ۔ هغه خو خپل اولاد ته دَ ابراهيمؑ ،اسماعيلؑ اؤ اسحاقؑ پهٔ طريقه دَ چلېدو وصيت کړے وهٔ(موسٰیؑ خو دَ هغهٔ دَ وفات نه ډېر وروستو راغلے دے ۔ نو دَ يهودی کېدو وصيت ېٔ ورته څنګه وکړو)۔
تِلْكَ اُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ١ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَ لَكُمْ مَّا كَسَبْتُمْ١ۚ وَ لَا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۳۴
ترجمه۔ هغه يوه ډله وه چې تيره شوه دَ هغوی دپاره دی څهٔ چې هغوی کړی دی اؤ ستاسو دپاره دی څهٔ چې تاسو کړی، اؤ تاسو نه به تپوس نهٔ کيږی دَ هغوی دَ کارونو ف۱۹۰
ف۱۹۰۔ دَ يهوديانو اؤ عيسايانو دا عقيده وه چې دَ مور پلار په ګناهونو به اولاد هم نيولے شی اؤ دَ هغوی پهٔ نيکۍ کښې به دَ اولاد هم برخه وی۔ الله تعالیٰ فرمائی دا عقيده غلطه ده۔ هر چاته به خپل خپل عمل رسی، نيک وی اؤ کهٔ بد نهٔ دَ يو پهٔ ګناه بل نيوې شی اؤ نهٔ دَ يو پهٔ نيکۍ بل خلاصېدې شی۔
وَ قَالُوْا كُوْنُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی تَهْتَدُوْا١ؕ قُلْ بَلْ مِلَّةَ اِبْرٰهٖمَ حَنِیْفًا١ؕ وَ مَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۱۳۵
ترجمه۔ اؤ دوی وائی تاسو يهوديان يا نصاریٰ شیٔ نو سمه لار به بيا مومیٔ ف۱۹۱ ورته ووايه هېچرې نه بلکې مونږ اختيار کړے ده لار دَ ابراهيمؑ چې يو مخيز وهٔ، اؤ نهٔ وهٔ دَ مشرکانو نه ف۱۹۲
ف۱۹۱۔ يهوديان وائی چې تاسو يهوديان شیٔ اؤ نصاریٰ وائی چې تاسو نصاریٰ شیٔ نو هله به پهٔ صحيح لار روان شیٔ۔
ف۱۹۲۔ اۓ رسول اللهﷺ تهٔ ووايهٔ زهٔ هرګز ستاسو خبره نهٔ شم منلې۔ ستاسو خبره غلطه ده۔ زهٔ به دَ ابراهيمؑ پهٔ طريقه صحيح روان يم۔ هغه دَ ټولو ناکارو لارو نه بيل روان وهٔ۔ هغهٔ دَ يو خدائې عبادت کؤلو اؤ هغه مشرک نهٔ وهٔ۔ (تاسو خو مشرکان ېٔ دَ خدائې سره مو شريک پيدا کړی دی)۔
فائدہ۔ پهٔ هر مذهب کښې درے غټې خبرې دی اول(۱) عقائد (توحيد، رسالت وغېره) نو پهٔ دې کښې خو ټول حق مذهبونه شريک دی اختلاف پکښې ممکن نهٔ دے۔ دويم(۲) دَ دين غټ اصول کليات چې وروستو ترېنه جزوی اؤ فروعی احکام معلومېدے شی دې ته ملت وائی۔ نو کليات دَ دين محمدی اؤ دين ابراهيمی يو شان دی۔ دریم (۳) دَ کلیاتو اؤ جزئیاتو یعنی اصولو اؤ فروعو دواړو مجموعه کوم ته چې شريعت وئیلے شی نو دَ رسول اللهﷺ اؤ ابراهيمؑ ملت يو دے، شريعت ېٔ جدا جدا دے يعنی کليات يو دی فرق پهٔ فروعو اؤ جزئیاتو کښې دے ۔
قُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ وَ الْاَسْبَاطِ وَ مَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَ عِیْسٰی وَ مَاۤ اُوْتِیَ النَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ١ۚ لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ١ۖ٘ وَ نَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ۝۱۳۶
ترجمه۔ تاسو ووايیٔ مونږ ايمان راوړے پهٔ الله، اؤ پهٔ هغه څهٔ چې نازل شوی مونږ ته، اؤ پهٔ هغه څهٔ چې نازل شوی پهٔ ابراهيمؑ اؤ اسماعيلؑ اؤ اسحاقؑ اؤ يعقوبؑ اؤ دَ هغوی پهٔ اولاد باندې اؤ پهٔ هغه څهٔ چې ورکړی شوی موسٰیؑ اؤ عيسٰیؑ ته اؤ څهٔ چې ورکړی شوی نورو پېغمبرانو ته دَ رب له طرفه۔ مونږ فرق نهٔ کوو دَ هغوی نه پهٔ يو کښې هم، اؤمونږ هم دَ هغه پروردګار فرمانبرداره يو ف۱۹۳
ف۱۹۳۔ يعنی مونږ خو پهٔ ټولو رسولانو اؤ پهٔ ټولو کتابونو ايمان راؤړو اؤ ټول حق ګڼو۔ پهٔ خپل خپل وخت دَ دې ټولو تابعداری فرض ده اؤ مونږ خو دَ الله تعالیٰ تابعدار يو، پهٔ کوم وخت کښې چې کوم نبی دَ الله تعالیٰ حکم رارسؤلے دے۔ دَ هغې تابعداری کوؤ اؤ هغې ته حق وايو۔ اؤ اهل کتاب بې دَ خپل مذهب نه نور نهٔ منی نورو نبيانو ته دروغژن وائی اؤ نورو نبيانو چې دَ الله تعالیٰ کوم احکام راوړی دی ۔ هغه حق نهٔ ګڼی۔
فَاِنْ اٰمَنُوْا بِمِثْلِ مَاۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ فَقَدِ اهْتَدَوْا١ۚ وَ اِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا هُمْ فِیْ شِقَاقٍ١ۚ فَسَیَكْفِیْكَهُمُ اللّٰهُ١ۚ وَ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُؕ۝۱۳۷
ترجمه۔ نو اوس کهٔ دوی هم ايمان راوړو څنګه چې تاسو راوړے دے نو هدايت ېٔ بيا موند، اؤ کهٔ واپس شو نو بيا هم دوی پهٔ ضد باندې دی، نو اوس کافی دے ستا لهٔ طرفه دوی ته الله، اؤ هم هغه اورېدونکے اؤ پوهېدونکے دے ف۱۹۴
ف۱۹۴۔ يعنی دَ دوی دَ دښمنیٔ نه مهٔ ويرېږه۔ الله تعالیٰ به ستا حفاظت کوی۔ دوی تاته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ خدائې پاک دَ ټولو خبرې اؤری دَ ټولو دَ حال نه خبر دے اؤ دَ ټولو نيتونه ورته معلوم دی۔
صِبْغَةَ اللّٰهِ١ۚ وَ مَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ صِبْغَةً١٘ وَّ نَحْنُ لَهٗ عٰبِدُوْنَ۝۱۳۸
ترجمه۔ مونږ دَ الله رنګ قبول کړو، اؤ دَ چا رنګ بهتر دے دَ الله دَ رنګ نه، اؤ مونږ هم دَ هغهٔ عبادت کوو ف۱۹۵
ف۱۹۵۔ دَ عيسايانو سره يو زيړ رنګ وهٔ دَ هغوی دا دستور وهٔ چې وړوکے به پيدا شو نو پهٔ دغه رنګ کښې به ېٔ ورته غوپه ورکړه۔ وئیل به ېٔ چې اوس پوخ عيسائی شو اؤ پاک شو۔ دې رواج ته (بپتسمه وائی) مسلمانانو پورې به ېٔ خندل چې تاسو سره داسې رنګ نشته۔ الله تعالیٰ فرمائی، تاسو ورته ووايیٔ مونږ دَ الله پهٔ رنګ رنګ شوی يو۔ حق مذهب مو قبول کړے دے اؤ دَ ټولو ګناهونو نه پاک شوی يو۔ دا دَ خدائې رنګ دے اؤ تاسو دَ ځان نه رنګ جوړ کړے دے نو دَ خدائې رنګ ښهٔ دے کهٔ ستاسو جوړ کړے۔
قُلْ اَتُحَآجُّوْنَنَا فِی اللّٰهِ وَ هُوَ رَبُّنَا وَ رَبُّكُمْ١ۚ وَ لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَ لَكُمْ اَعْمَالُكُمْ١ۚ وَ نَحْنُ لَهٗ مُخْلِصُوْنَۙ۝۱۳۹
ترجمه۔ ورته ووايه، ولې تاسو مونږ سره دَ الله پهٔ حق کښې جګړه کویٔ، اؤ هغه زمونږ هم رب دے اؤ ستاسو هم رب دے، اؤ مونږ دپاره زمونږ عمل دے اؤ تاسو دپاره ستاسو عمل دے، اؤ مونږ خو خالص دَ هغهٔ يو ف۱۹۶
ف۱۹۶۔ دَ يهوديانو دا دعویٰ وه چې دَ الله تعالیٰ دَ رحم اؤ مهربانیٔ حقدار يواځې بنی اسرائیل دی الله تعالیٰ فرمائی تاسو ورته ووايیٔ چې ستاسو دا دعویٰ غلطه ده هغه ستاسو هم رب دے اؤ زمونږ هم رب دے اؤ مونږ چې څهٔ کار کوو خالص دَ هغهٔ دَ رضا دپاره ېٔ کوو۔ ستاسو غندې قومی تعصب اؤ ذاتی خواهشاتو دپاره ېٔ نهٔ کوو نو اوس دَ هغهٔ دَ مهربانیٔ مونږ زيات حقدار يو کهٔ تاسو۔
اَمْ تَقُوْلُوْنَ اِنَّ اِبْرٰهٖمَ وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ وَ الْاَسْبَاطَ كَانُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی١ؕ قُلْ ءَاَنْتُمْ اَعْلَمُ اَمِ اللّٰهُ١ؕ وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهٗ مِنَ اللّٰهِ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۝۱۴۰
ترجمه۔ ولې تاسو وايیٔ چې ابراهيمؑ اؤ اسماعيلؑ اؤ اسحاقؑ اؤ يعقوبؑ اؤ دَ هغهٔ اولاد يهوديان يا نصرانيان وو، ورته ووايه، چې تاسو ښهٔ خبر ېٔ کهٔ الله تعالیٰ، اؤ دَ هغهٔ نه لوئے ظالم څوک دے چاچې پټه کړه داسې ګواهی چې ثابته شوی وی هغهٔ ته دَ الله له طرفه، اؤ الله تعالیٰ بې خبره نهٔ دے ستاسو دَ کارونو نه ف۱۹۷
ف۱۹۷۔ يهوديانو به وې چې ابراهيمؑ، اسماعيلؑ اؤ نور نبيان يهوديان وو اؤ عيسايانو به وې چې دا ټول عيسايان وو۔ الله تعالیٰ فرمائی ستاسو دا دعوې غلطې دی هغوی نهٔ يهوديان وو، نهٔ عيسايان نو خدائے پاک دَ هغوی پهٔ حال ښهٔ خبر دے کهٔ تاسو۔
تِلْكَ اُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ١ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَ لَكُمْ مَّا كَسَبْتُمْ١ۚ وَ لَا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۠۝۱۴۱
ترجمه۔ هغه يو ټولے وهٔ چې تېر شهٔ، دَ هغوی دپاره دی څهٔ چې هغوی کړی اؤ ستاسو دپاره دی څهٔ چې تاسو کړیٔ، اؤ تاسو نه به تپوس نهٔ کيږی دَ هغوی دَ کارونو ف۱۹۸
ف۱۹۸۔ هم دغسې يو آيت مخکښې تېر شوے دے۔ خو دَ يهودو اؤ عيسايانو دا عقيده ډېره پخه وه چې زمونږ نيکونه چې نبيان اؤ نېکان وو، دَ هغوی پهٔ سفارش به زمونږ ګناهونه معاف کيږی۔ نو دَ هغوی دَ دې عقيدې دَ ترديد دپاره دوباره بيا دا آيت نازل شو يا دا چې هغه آيت کښې يهودو ته خطاب وهٔ اؤ دې آيت کښې مسلمانانو ته خطاب دے چې تاسو هم چرته دَ هغوی غندې خطا نه شیٔ چې دَ نيکو بندګانو اؤ مشرانو پهٔ سفارش به دَ عذاب نه خلاصېږو، دَ خپل عمل څهٔ ضرورت نشته۔ دا خيال غلط دے۔ هر څوک دَ خپل عمل خپله ذمه وار دے۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔