پارہ 02

سَیَقُوْلُ السُّفَهَآءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلّٰىهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِیْ كَانُوْا عَلَیْهَا١ؕ قُلْ لِّلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَ الْمَغْرِبُ١ؕ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۱۴۲
ترجمه۔ اوس به وائی کم عقل خلق، څهٔ شی وګرځؤل مسلمانان دَ هغې قبلې نه چې دوی ورباندې وو ف۱۹۹ تهٔ ورته ووايه، چې هم دَ الله دی مشرق اؤ مغرب چلوی څوک چې غواړی پهٔ نېغه لاره ف۲۰۰
ف۱۹۹۔ زمونږ رسولﷺ چې مدينې منورې ته هجرت وکړو نو دلته ېٔ شپاړس(۱۶) اوولس(۱۷) مياشتې نمانځهٔ کښې بيت المقّدَس طرف ته مخ کؤلو دغه دَ يهودو قبله هم وه۔ بيا ورته بيت الله شريف ته دَ مخ کؤلو حکم راغلو۔ نو يهوديانو اؤ منافقانو اؤ ځنو کمزوریو مسلمانانو به وې چې اول خو ېٔ بيت المقدس ته مخ کؤلو اؤ دغه دَ مخکښينیو ټولو پېغمبرانو قبله وه نو اوس پهٔ دوی څهٔ چل وشو چې دغه قبله ېٔ پرېښوه اؤ بيت الله طرف ته ېٔ مخ وګرځؤلو۔ چا به وې چې دا ېٔ دَ يهوديانو سره دَ کينې پهٔ وجه قبله بدله کړه اؤ چا به وې چې دوی ته دَ خپل دين احکام هم پوره نهٔ دی معلوم کله څهٔ کوی اؤ کله څهٔ کوی۔ دَ دې نه معلوميږی چې دا نبیﷺ رښتونے نبی نهٔ دے هسې دَ دروغو دعوې کوی۔ دَ مخالفينو دَ دې خبرو دَ جواب دپاره الله تعالیٰ دا آيتونه نازل کړل۔ دَ اول نه ېٔ ورته دَ هغویٔ دَ اعتراض خبر ورکړو اؤ دَ هغې جواب ېٔ ورته وښيئلو چې مسلمانانو ته پکښې څهٔ شک شبه پاتې نهٔ شی۔
ف۲۰۰۔ اے محمدﷺ تهٔ ورته ووايه چې ما نهٔ دَ يهودو سره د کينې پهٔ وجه قبله بدله کړے ده اؤ نهٔ دَ خپل څهٔ خواهش پهٔ وجه۔ زهٔ خو دا هر څهٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم کؤم۔ اصل دين دَ الله تعالیٰ دَ دين تابعداری ده۔ مخکښې راته دا حکم وهٔ چې بيت المقدس ته مخ کوه نو هغې ته مې مخ کؤلو۔ اوس راته دا حکم وشو چې بيت الله ته مخ کوه نو هغې ته مخ کؤم۔ پهٔ يو تابعدار بنده باندې دا اعتراض کؤل چې اول دې داسې کؤل، اوس داسې کوې سراسر بې وقوفی ده۔ دَ قبلې مقرر کؤل خو دَ عبادت يوه طريقه ده، اصل عبادت نهٔ دے۔ دَ ټولو طرفونو مالک الله تعالیٰ دے۔ پهٔ دې راز اؤ حکمت هغه ښهٔ پوهېږی دَ هغهٔ چې څنګه خو ښه وی چاته يو طرف مقرر کړی چا ته بل طرف مقرر کړی۔ دې وخت کښې مونږ ته دَ دغه قبله مقرر شوے ده چې دَ ټولو نه بهتره ده۔ دَ ابراهيمؑ هم دغه قبله وه چې هغه دَ ټولو پېغمبرانو مشر اؤ پېشوا وهٔ۔
وَ كَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ اُمَّةً وَّسَطًا لِّتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ وَ یَكُوْنَ الرَّسُوْلُ عَلَیْكُمْ شَهِیْدًا١ؕ وَ مَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِیْ كُنْتَ عَلَیْهَاۤ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یَّتَّبِعُ الرَّسُوْلَ مِمَّنْ یَّنْقَلِبُ عَلٰی عَقِبَیْهِ١ؕ وَ اِنْ كَانَتْ لَكَبِیْرَةً اِلَّا عَلَی الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ١ؕ وَ مَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِیْعَ اِیْمَانَكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ۝۱۴۳
ترجمه۔ اؤ هم دغه شان مونږ کړیٔ تاسو درميانه امت چې شیٔ تاسو ګواهان پهٔ خلقو اؤ رسول اللهﷺ ګواه شی پهٔ تاسو ف۲۰۱ اؤ نهٔ وه مقرر کړے مونږه هغه قبله چې تهٔ پرې وې، لېکن دې دپاره چې معلوم کړو چې څوک به تابعداری کوی دَ رسول، اؤ څوک به واپس وګرځوی پهٔ شا ف۲۰۲ اؤ بې شکه دا خبره درنه ده، خو پهٔ هغه چا چې الله ورته لار ښودلے ده ف۲۰۳ اؤ الله داسې نهٔ دے چې ستاسو ايمان برباد کړی۔ بې شکه الله پهٔ خلقو ډېر شفيق ډېر مهربانه دے ف۲۰۴
ف۲۰۱۔ يعنی څنګه چې ستاسو قبله پهٔ ټولو قبلو کښې بهتره ده، دغه شان ما تاسو هم پهٔ ټولو امتونو کښې افضل اؤ بهتر کړیٔ ستاسو رسول اللهﷺ پهٔ ټولو رسولانو کښې بهتر اؤ افضل دے۔
دَ دغې فضيلت پهٔ وجه به تاسو پهٔ ټولو امتونو شهادت کویٔ اؤ رسول اللهﷺ به ستاسو پهٔ صداقت اؤ عدالت ګواهی ورکوی۔ پهٔ احاديثو کښې راغلی دی چې دَ قيامت پهٔ ورځ به دَ نورو پېغمبرانو کافی امتيان دَ خپلو پېغمبرانو وعدې ته دروغ وائی اؤ وائی به چې مونږ ته خو پهٔ دنيا کښې هېچا هم تبليغ نهٔ دے کړے۔ نهٔ راته چا صحيح لار ښئلے ده۔ پهٔ هغه وخت کښې به دَ رسول اللهﷺ
امتيان مسلمانان دَ پېغمبرانو دَ وعدې تصديق کوی اؤ ګواهی به کوی چې دې پېغمبرانو خپل امت ته تبليغ کړے دے خو دوی منلې نهٔ دے۔ اؤ رسول اللهﷺ به دَ خپلو امتيانو دَ شهادت تصديق کوی۔ اؤ دَ هغوی دَ عدالت ګواهی به ورکوی۔ دغه کافران به دَ الله پهٔ دربار کښې عرض وکړی چې دا مسلمانان خو پهٔ هغه زمانه کښې نهٔ وو۔ نو دوی زمونږ دَ حال نه څهٔ خبر دی ، دَ دوی ګواهی ولې قبلیږی مسلمانان به ووائی چې هو، مونږ هغه وخت کښې نهٔ وو خو مونږ ته دَ الله تعالیٰ دَ کتاب قرآن شريف نه ستاسو حال اؤ دَ دې نبيانو حال معلوم شوے دے۔ پهٔ دے وجه زمونږ پوخ يقين دے چې دې نبيانو تاسو ته تبليغ کړے وهٔ۔ خو تاسو پرې يقين نهٔ کؤلو۔
(فائدہ)۔ دَ درميانه امت مطلب دا دے چې دا امت بالکل پهٔ صحيح لار روان دے، څهٔ کوږوالے پکښې نشته اؤ دَ افراط اؤ تفريط (کمی زياتی) نه پاک دے۔
ف۲۰۲۔ يعنی اصل قبله خو ستاسو هم هغه خانه کعبه وه۔ چې ابراهيمؑ دَ زمانې راسې دغسې راغلے ده۔ مسلمانانو هم پهٔ مکه معظمه کښې چې وو بيت الله شريف ته ېٔ مخ کولو خو چې مدينې منورې ته راغلل نو بيت المقدس ته دَ مخ کؤلو حکم ورته وشو اؤ دَ څو ورځو دپاره چې ېٔ بيت المقدس مقرر کړے وهٔ هغه خو صرف دَ امتحان دپاره وهٔ چې معلوم شی چې څوک دَ رسول اللهﷺ تابعداری کوی اؤ دَ هغهٔ پهٔ حکم خپله زړه قبله بدلوی اؤ څوک دَ حکم منلو نه انکار کوی اؤ چې مسلمانان پهٔ دې امتحان کښې پاس شو نو بيا ورته دَ خپلې زړې قبلې طرف ته مخ کؤلو حکم وشو ۔
(فائدہ) پهٔ دې آيت کښې چې لِنَعْلَمَ دَ مستقبل صيغه راغلے ده اؤ دغسې پهٔ نورو آيتونو کښې چې حَتّٰی نَعۡلَمَ اؤ اِلَّا لِنَعْلَمَ وغېره الفاظ راغلی دی نو دَ دې الفاظو نه پهٔ ظاهر داسې معلوميږی چې نعوذ باالله دَ وړومبے نه الله تعالیٰ ته دَ دې خبرې علم نهٔ وهٔ، وروستو ورته معلومه شوه۔ حالانکې دَ الله تعالیٰ علم قديم دے کَانَ اللہُ بِکُلِّ شَیۡءٍ عَلِیۡمًا دَ هر څيز علم الله ته دَ هغه څيز دَ پيدا کېدو نه پهٔ زمانو مخکښې پخوا راسې دے۔ عالمانو دَ دې شک ډېر جوابونه ورکړی دی۔ چا دلته علم دَ تميز يعنی جدا کؤلو اؤ څرګندؤلو په معنٰی اخستے اؤ چا دَ امتحان پهٔ معنیٰ اخستے اؤ چا دَ مستقبل صيغه دَ ماضی په معنیٰ اخستے اؤ ځنو عالمانو وئیلی دی چې دَ دې علم نه مطلب دَ الله تعالیٰ علم نهٔ دے، دَ نبی عليه السَّلام اؤ دَ مسلمانانو علم ترې مراد دے يعنی الله تعالیٰ ته خو هر څهٔ معلوم دی خو دا امتحان دَ دې دپاره وهٔ چې نبی عليه السَّلام اؤ مسلمانانو ته پوخ مسلمان اؤ کمزورے مسلمان معلوم شی۔ ځنو ښو عالمانو وئیلی دی چې دَ دې علم نه مطلب علمِ حالی دے کوم چې دَ څيز دَ موجود کېدو نه پس راځی اؤ پهٔ کوم چې جزا او سزا مرتب کيږی۔ اؤ دغه جواب غټو غټو محقيقينو خوښ کړے دے۔ ځينو عالمانو دلته دوه ډېرې باريکې خبرې بيان کړی دی۔ دَ اولې خبرې خلاصه دا ده چې دَ الله تعالیٰ علم خو قديم دے اؤ محيط دے پهٔ هر څهٔ باندې۔ وړوکے،لوئے، لږ، ډېر هر شے الله تعالیٰ ته معلوم دے۔ دَ هغهٔ علم پهٔ ټولو څيزونو يو شان دے۔ هغهٔ ته ټول معلومات لکه دَ يو شی پهٔ مخکښې دی۔
وړاندی، وروستو، ماضی، حال، استقبال پکښې نشته۔ دَ الله دَ علم پهٔ حساب پکښې زمانه يا وړاندے، وروستو والے نشته۔ البته هغه څيزونه خپلو کښې دَ يو بل نه وړاندے وروستو دی۔ پهٔ دغه حساب به پکښې درے واړه زمانې جدا جدا موندې شی يعنی خپلو کښې دَ نسبت پهٔ حساب پکښې زمانه شته اؤ دَ الله تعالیٰ دَ علم پهٔ حساب ورکښې نشته۔ دَ هغهٔ پهٔ علم کښې ټول وړاندے وروستو پهٔ یو وخت لکه دَ یو څیز حاضر دی، نو الله تعالیٰ کله(۱) خو دَ موقعی اؤ حکمت مناسب دَ خپل علم په لحاظ خبره وکړی اؤ کله(۲) دَ دې واقعاتو دَ وړاندے وروستو والی پهٔ لحاظ سره۔ نو پهٔ اول شکل کښې خو همېشه دَ ماضی يا حال صيغه راوړی اؤ پهٔ دويم شکل کښې دَ ماضی پهٔ موقع ماضی اؤ دَ حال یا استقبال پهٔ موقع حال یا استقبال راوړی۔ نو کله چې راتلونکے واقعه دَ ماضی پهٔ صيغه بيان شوے ده لکه وَ نَادٰی اَصۡحٰبُ الۡجَنَّةِ چې دا دَ قيامت دَ ورځې واقعه چې يقينًا راتلونکے ده۔ الله تعالیٰ دَ خپل علم پهٔ لحاظ۔ دَ ماضی پهٔ صيغه بيان کړے ده۔ ځکه چې هغهٔ ته معلومه ده چې دا کار به يقينًا کيږی داسې ده لکه چې شوے وی۔ اؤ کله(۳) دَ واقعاتو خپلو کښې دَ وجود پهٔ نسبت خبره کوی نو دغه وخت کښې دَ ماضی، حال ،اؤ استقبال درے واړه صيغې استعماليږی۔ دَ هغې مطلب دا وی چې دَ الله تعالیٰ پهٔ علم کښې خو ټول يو شان دی لېکن دَ مخلوق دَ علم پهٔ لحاظ دا واقعه يا تېره شوے ده يا اوس کيږی يا به پهٔ راتلونکی وخت کښې کيږی۔ اؤ چرته چې تېره شوے واقعه دَ استقبال پهٔ صيغه بيان شوے وی لکه دلته اِلَّا لِنَعْلَمَ کښې يا نور داسې نو دا دَ خپل ماقبل پهٔ لحاظ مستقبل دے۔ دَ الله دَ علم په لحاظ نهٔ دے۔ دَ هغهٔ دَ علم پهٔ لحاظ خو ټول يو شان دی۔ دويمه باريکه خبره دا ده چې دَ څيز علم مونږ ته پهٔ دوؤ طريقو حاصليږی، يو بغېر دَ څهٔ واسطې نه، بل پهٔ واسطه سره لکه”اور“ کله خو مونږ دَ اور لمبه پهٔ سترګو ووينو اؤ کله دَ اور لمبه نه ښکاری خو لوګے خېژی نو مونږ پوهه شو چې دلته اور بل دے اول علم بې واسطې شو، دويم پهٔ واسطه۔ علم بې واسطې اکثر مخکښې وی اؤ علم پهٔ واسطه وروستو۔ اؤ کله کله دواړه سره سره هم وشی۔ لکه يو سړے دَ اور خوا کښې ناست وی۔ لمبه هم وينی اؤ لوګے هم وينی۔ نو دلته کښې اګرچې علم بلا واسطه اؤ علم پهٔ واسطه دواړه حاصليږی۔ لېکن علم پهٔ واسطه پهٔ علم بلا واسطه کښې داسې ورک شوے دے چې دَ هغې طرف ته خيال هم نهٔ ځی۔ اؤ هر څو کهٔ دواړه سره سره دی بيا هم عقل دا غواړی چې بلا واسطه وړومبے دے اؤ علم پهٔ واسطه وروستو لکه پهٔ قلم چې خط کيږی نو ګتې هم خوزی اؤ قلم هم پهٔ ظاهره دواړه پهٔ يؤ ځائې خوزی ليکن عقل دا وائی چې ګتې وړومبے خوزی نو دَ هغې پهٔ حرکت قلم وروستو خوزی اؤ خط کوی۔ چې دا معلومه شوه نو اوس پهٔ دې پوهه شیٔ چې الله تعالیٰ ته هم دَ ټولو څيزونو علم پهٔ دواړو طريقو حاصل دے۔ بې واسطې اؤ دَ يو بل پهٔ واسطه يعنی دَ لازم علم دَ ملزوم نه اؤ دَ ملزوم دَ لازم نه۔ اؤ دواړه علمونه ازلی اؤ سره سره دی، وړاندے وروستو پکښې نشته۔ دواړه قديم دی۔ بيا هم عقل دا تقاضا کوی چې علم بلا واسطه دې مقدم وی اؤ علم بالواسطه موخر نو چرته چې دَ الله تعالیٰ دَ علم متعلق دَ استقبال صيغه راغلے ده هغه دَ علم بالواسطه پهٔ لحاظ ده۔ دَ زمانې پهٔ لحاظ پکښې هېڅ فرق هم نشته۔ اؤ چرته چې دَ ماضی يا حل صيغه ده هلته دَ علم بلاواسطه پهٔ لحاظ ده اؤ دَ علم بالواسطه پهٔ لحاظ صيغه راؤړو کښې دا حکمت دے چې دَ کلام الٰهی مخاطب بنيادم دی اؤ بنيادم ته دَ اکثرو څيزونو علم بالواسطه حاصليږی اؤ اکثر دا صيغه پهٔ هغه ځائې کښې راؤړې شوے ده دَ کوم څيز علم چې بنيادم ته بلاواسطه نهٔ شی حاصلېدے۔ نو کهٔ داسې ځائې کښې خبره دَ علم بلاواسطه پهٔ اعتبار شوے وې نو بنيادم ورباندې پوره نهٔ پوهېدل اؤ چرته چې دا مصلحت نشته هلته ېٔ خبره دَ علم بلاواسطه پهٔ لحاظ کړے ده۔ اؤ دَ ماضی يا حال صيغه راؤړے شوے ده۔ والله اعلم۔
اؤ چونکې بنيادم ته دَ دې خبرو علم بلاواسطه حاصلېدے نهٔ شی اؤ دَ واسطو علم، بغېر دَ هغه څيز دَ وجود نه ممکن نهٔ دے نو ځکه بنيادم ته ټول علمونه يو شان دی نو هغوی دَ خدائې علم هم پهٔ خپل علم قياس کړی اؤ دَ استقبال دَ صيغې نه ېٔ علم دَ حادث کېدو وهم پيدا کيږی اؤ حيرانيږی چې دَ الله علم خو حادث شو حالانکې هغه قديم دے ۔ لېکن پوهه خلق دې نکتې ته فکر کوی اؤ پهٔ دې پوهيږی چې دَ دې نه دَ الله تعالیٰ دَ علم حدوث نهٔ ثابتیږی۔
ف۲۰۳۔ اول دَ مسلمانانو قبله خانه کعبه وه۔ پهٔ مينځ کښې ورته څو ورځو دپاره بيت المقدس قبله مقرر شوه دَ امتحان دپاره۔ اؤ دا معلومه خبره ده چې چې امتحان پهٔ هغه کار کيږی کوم چې ګران وی نو الله تعالیٰ فرمائی چې بې شکه دا قبله بدلؤل ګران کار وهٔ۔ عامو مسلمانانو ته خو ځکه ګران وهٔ چې ټولو عربو اؤ خاص طور قريشو پخوا راسې دَ خانه کعبې ډېر عزت کؤلو اؤ هم دغه ېٔ پخوانیٔ قبله وه نو هغوی ته خو دَ خپل زوړ عادت اؤ رواج نه خلاف کؤل ګران وو اؤ خواصو ته ځکه ګران وهٔ چې خانه کعبه دَ ابراهيمؑ قبله وه اؤ مسلمانانو ته دَ ملَّتِ ابراهيمی سره دَ موافقت حکم وهٔ۔ نو دَ ملَّتِ ابراهيمی خلاف کؤل ورته ګران وو۔ لېکن کومو خاصو کسانو ته چې دَ کعبې حقيقت اؤ دَ بيت المقدس حقيقت معلوم وو اؤ دَ دې دواړو پهٔ مرتبو کښې ېٔ فرق کؤلے شو۔ هغوی پهٔ دې پوهېدل چې رسول اکرمﷺ دَ تمامو انبياؤ دَ کمالاتو جامع دے اؤ دَ هغوی رسالت دَ دنيا دَ ټولو قومونو اؤ امتونو دپاره دے نو دا ضروری وه چې بيت المقدس ته دَ مخ کؤلو موقع هم راشی چې دَ دې فوائد هم حاصل شی۔ دَ معراج پهٔ شپه چې رسول اکرمﷺ پهٔ بيت المقدس کښې دَ ټولو انبياؤ سره ملاقات وکړو اؤ دَ هغوی امام شو، پهٔ جمع ېٔ ورته نمونځ وکړو دَ هغې نه پس رسول اکرمﷺ ته دا حکم وشو چې بيت المقدس طرف ته مخ کوه۔(ګويا کهٔ دا دَ دې تاريخی واقعې يو يادګار وهٔ) والله اعلم۔
ف۲۰۴۔ يهودو به وې چې اصل قبله ستاسو خانه کعبه ده نو څومره موده چې تاسو بيت المقدس طرف ته نمونځونه کړی دی دا ټول برباد لاړل۔ پهٔ دې خبرو دَ ځنو مسلمانانو پهٔ زړونو کښې هم شک پيدا شو چې کوم کسان پهٔ دغه ورځو کښې مړهٔ دی دَ هغوی پهٔ ثواب کښې کمے راغلو، ژوندی خو به بيا هم دا کمے پهٔ څهٔ طريقه پوره کړی خو دغه کسان تاوانيان شو۔ دَ دې شک لرې کؤلو دپاره الله تعالیٰ دا آيتونه نازل کړل چې تاسو بيت المقدس طرف ته نمونځ دَ الله پهٔ حکم کړے دے ۔ قبلې ته مخ کؤل خپله څهٔ عبادت نهٔ دے۔ دَ ټولو طرفونو مالک الله دے دَ هغهٔ پهٔ حکم چې چا هر طرف ته نمونځ وکړو يو شان ثواب ېٔ دے۔
قَدْ نَرٰی تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِی السَّمَآءِ١ۚ فَلَنُوَلِّیَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضٰىهَا١۪ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ١ؕ وَ حَیْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ شَطْرَهٗ١ؕ وَ اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ لَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ۝۱۴۴
ترجمه۔ بې شکه مونږه وينو ستا بيا بيا اسمان طرف ته مخ وچتؤل، نو ضرور به مونږ وګرځوو تا هغه قبلې ته چې ستا خوښه ده ف۲۰۵ نو اوس وګرځوه خپل مخ مسجد حرام طرف ته ف۲۰۶ اؤ کوم ځائې کښې چې تاسو يیٔ ګرځویٔ خپل مخونه مسجد حرام طرف ته ف۲۰۷ اؤ چاته چې ورکړې شوے دے کتاب، هغوی ښهٔ پوهيږی چې دغه قبله حق ده دَ هغوی دَ رب لهٔ طرفه، اؤ الله بې خبره نهٔ دے دَ هغه کارونو چې دوی ېٔ کوی ف۲۰۸
ف۲۰۵۔ چونکې دَ ابراهيمؑ قبله خانه کعبه وه اؤ دغه پهٔ ټولو کښې بهتره هم وه نو رسول اللهﷺ دَ الله پهٔ حکم بيت المقدس طرف ته نمونځ کؤلو خو زړهٔ کښې ېٔ دا خواهش وهٔ کهٔ خانه کعبې ته دَ مخ کؤلو حکم وشی، اؤ پهٔ دغه شوق کښې به ېٔ بيا بيا آسمان طرف ته کتل کهٔ فرښته حکم راؤړی نو الله تعالیٰ دَ هغوی دا خواهش پوره کړو اؤ بيت الله شريف ته دَ مخ کؤلو حکم راغلو۔ پهٔ دغه ورځو کښې به يهودو مسلمانانو ته دا پېغور ورکؤلو چې ستاسو نبی دَ ملتِ ابراهيمی دَ موافقت دعویٰ کوی نو بيا دَ ابراهيمؑ قبله ېٔ ولې پرېښوه۔ پهٔ دې وجه هم دَ رسول اللهﷺ خواهش وهٔ چې خانه کعبه قبله شی نو مسلمانان به دَ يهودو دَ پېغور نه خلاص شی۔
ف۲۰۶۔ مسجد الحرام يعنی خانه کعبې طرف ته دې ته مسجد حرام ځکه وائی چې دلته جنګ جګړے کؤل، ښکار کؤل، دَ ځنګل ونه يا واښهٔ پرېکؤل حرام دی دَ بل يو ځائې هم دومره عزت اؤ احترام نشته څنګه چې دَ مسجد حرام دے کوم وخت چې دا حکم نازل شو نو رسول اللهﷺ دَ مدينې منورې دَ يوې محلې بنی سلمه پهٔ جماعت کښې دَ نماپښين نمونځ کؤلو۔ دوه رکعته ېٔ بيت المقدس طرف ته کړی وو چې دَ قبلې بدلؤلو حکم راغلو۔ هغوی اؤ ټولو مقتديانو پهٔ نمانځه کښې مخ بيت الله شريف ته وګرځؤلو اؤ باقی دوه رکعته ېٔ دغه طرف ته وکړل۔ پهٔ دې وجه دغه جماعت پهٔ مسجد قبلتين مشهور شو۔ دا جماعت اوس هم پهٔ هغه ځائې اباد دے۔ دَ حرم زائرين دَ هغې ديدار ته هم ورځی ۔
ف۲۰۷۔ يعنی دَ سفر پهٔ حالت کښې ویٔ کهٔ پهٔ کور کښې ویٔ اؤ کهٔ مدينه منوره کښې ویٔ کهٔ پهٔ بل ښهر کښې يا میره کښې يا درياب کښې (اؤ پهٔ عربو کښې ویٔ کهٔ پهٔ بل وطن کښې) اَن (تر دې) کهٔ خپله پهٔ بيت المقدس کښې ویٔ هم۔ هر چرته چې ویٔ بيت الله شريف ته به مخ کویٔ۔
ف۲۰۸۔ يعنی يهوديان چې پهٔ قبله بدلېدو اعتراض کوی دَ دې څهٔ پرواه مهٔ کویٔ ځکه چې هغوی ته دَ خپل کتاب نه دا معلومه ده چې نبی اخرالزمان به څهٔ موده بيت المقدس ته نمونځ کوی اؤ اخر کښې به بيا بيت الله شريف ته ګرځی اؤ دا ورته هم معلومه ده چې دَ مسلمانانو دائمی قبله خانه کعبه ده چې دَ ابراهيمؑ قبله وه۔ نو هغوی پوهيږی چې دا بدلېدل حق دی خو هسې دَ کينې اؤ حسد نه اعتراض کوی۔ نو الله تعالیٰ دَ دوی دَ خبرو نه ښهٔ خبر دے۔ دَ دې نتيجه به هم دوی ته يوه ورځ معلومه شی۔
وَ لَىِٕنْ اَتَیْتَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ بِكُلِّ اٰیَةٍ مَّا تَبِعُوْا قِبْلَتَكَ١ۚ وَ مَاۤ اَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ١ۚ وَ مَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ١ؕ وَ لَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ١ۙ اِنَّكَ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَۘ۝۱۴۵
ترجمه۔ اؤ کهٔ تهٔ راوړې اهل کتابو ته ټولې نخښې، بيا به هم هغوی ونهٔ منی ستا قبله، اؤ نهٔ به تهٔ ومنې دَ هغوی قبله، اؤ نهٔ دَ هغوی نه يو منی دَ بل قبله ف۲۰۹ اؤ کهٔ ته روان شوې دَ هغوی پهٔ خواهشاتو، پس دَ هغه علم نه چې تاته رسېدلے دے۔ نو بې شکه تهٔ هم دَ بې انصافو نه شوې ف۲۱۰
ف۲۰۹۔ هر کله چې معامله داسې ده چې اهلِ کتاب ښهٔ پوهېږی چې ستاسو کعبې ته مخ کؤل حق دی بيا هم دوی دَ حسد اؤ کينې پهٔ وجه حق پټوی۔ نو تاسو دَ هغوی نه دَ خپلې قبلې دَ موافقت طمع هرګز مهٔ کویٔ۔ هغوی خو دومره سخت کينه ګر دی۔ کهٔ تهٔ ورته هر څومره معجزې چې ممکنې وی هغه ټولې څرګندې کړې بيا هم هغوی ستا قبله نهٔ منی۔ يهود خو پهٔ دې خيال کښې دی چې پهٔ څهٔ چل تاسو خپلې قبلې ته راواړوی۔ يهودو به دَ ټګۍ دپاره وې کهٔ مسلمانانو بيت المقدس طرف ته نمونځ کؤلے نو زمونږ به يقين راغلې وهٔ چې دا نبی برحق دے۔ دا به ېٔ دَ دې دپاره وې چې مسلمانان بيا بيت المقدس ته راؤ ګرځی خو دَ دوی دا خيال غلط دے اؤ دا طمع ېٔ باطله ده مسلمانان اوس دَ دې نه پس دَ هغوی قبله نه شی منلې ستا دپاره دغه حکم دے تر قيامته به دَ مسلمانانو دغه قبله وی۔ اهلِ کتاب خو دې اول پهٔ خپلو کښې دَ قبلې جوړه وکړی نو هله دے نور هم دې خوا را اړوی۔ يهود دَ بيت المقدس يو طرف قبله ګڼی کوم ته چې صخرؔه وئیلی شی اؤ انصاریٰ بل طرف يعنی نمر خاتهٔ طرف قبله ګڼی کوم ځائې چې دَ عيسٰیؑ نفخِ روح شوے وهٔ۔ چې دوی دواړه خپلو کښې دَ يو بل قبله نهٔ منی نو دَ مسلمانانو نه ولې طمع کوی چې دَ دوی قبله به ومنی۔
ف۲۱۰۔ يعنی پهٔ فرضی محال نعوذباالله کهٔ دَ وحې پهٔ ذريعه يقينی علم حاصلېدو نه پس هم تا خپله قبله پرېښوه اؤ دَ هغوی خوشحالولو دپاره دې دَ هغوی تابعداری وکړه نو تهٔ هم دَ هغوی پهٔ شان ظالم اؤ بې انصافه شې اؤ دَ نبیؑ نه دَ وحې خلاف کار ممکن نهٔ دے۔ نو معلومه شوه چې دَ اهلِ کتابو دَ قبلې متابعت هم ممکن نهٔ دے۔
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ١ؕ وَ اِنَّ فَرِیْقًا مِّنْهُمْ لَیَكْتُمُوْنَ الْحَقَّ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَؔ۝۱۴۶
ترجمه۔ چاته چې مونږ کتاب ورکړے دے هغوی پېژنی رسول الله، څنګه چې پېژنی خپل اؤلاد، اؤ بې شکه يو ټولے دَ هغوی، پټوی حق سره دَ پوهې
اَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ۠۝۱۴۷
ترجمه۔ حق هغه دے چې ستا رب څهٔ وائی، نو بيا تهٔ مهٔ کېږه شک کؤنکے ف۲۱۱
ف۲۱۱۔ اؤ کهٔ ستا دا خواهش وی چې يهود هم دا ومنی چې کعبه شريفه دَ مسلمانانو قبله پهٔ حقه ده اؤ خلقو ته دا ګډې وډې خبرې نهٔ کوی چې ستا پهٔ نبی اخر زمان کېدو کښې دَ چا شک پيدا نهٔ شی۔ نو دا خيال مهٔ کوه۔ يهودو ته دَ خپل کتاب نه ستا نبی اخرزمان کېدل ښهٔ معلوم دی۔ ستا نسب، قبيله، مولد اؤ مسکن، شکل وصورت، خوی خصلت اؤ احوال ورته دَ خپل کتاب پهٔ ذريعه ښهٔ معلوم دی۔ اؤ تا داسې پېژنی لکه بنده چې خپل اولاد پېژنی لېکن هغوی سره دَ پوهې دَ حسد اؤ کينې پهٔ وجه حق پټوی ۔ خو دَ دوی پهٔ پټؤلو څهٔ کيږی ۔ حقه خبره هغه ده کومه چې دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه وی۔ اهلِ کتاب ېٔ منی اؤ کهٔ نهٔ منی دَ هغوی دَ انکار پهٔ وجه تهٔ څهٔ شک مهٔ کوه۔
وَ لِكُلٍّ وِّجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّیْهَا فَاسْتَبِقُوْا الْخَیْرٰتِ١ؐؕ اَیْنَ مَا تَكُوْنُوْا یَاْتِ بِكُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱۴۸
ترجمه۔ اؤ دَ هر چا دپاره يو طرف دے (قبله) چې مخ کوی هغه طرف ته، نو تاسو وړاندې کېږیٔ پهٔ ښو کارونو کښې، هر چرته چې تاسو ویٔ راجمع به کړی الله تاسو ټول۔ بې شکه الله تعالیٰ هر څهٔ کؤلے شی ف۲۱۲
ف۲۱۲۔ يعنی الله تعالیٰ دَ هر يو امت دپاره قبله مقرر کړے ده چې پهٔ عبادت کښې هغې طرف ته مخ کوی۔ دَ جُدا جُدا ملکونو مسلمانان دَ خانه کعبې نه پهٔ جدا جدا طرفونو پراتهٔ دی۔ څوک نمرخاتهٔ ته اؤ څوک نمر پرېواتهٔ ته څوک قطب ته اؤ څوک سهيل ته ۔ پهٔ دې باندې بحث کؤل فضول دی۔ اؤ پهٔ خپل جهت باندې ضد کؤل عبث دی چې دَ چانه خانه کعبه نمرخاتهٔ طرف ته ده يا نمر پرېواتهٔ طرف تهٔ دا بحثونه پرېږدیٔ۔ کوم چې اصل مقصد اؤ دَ نېکیٔ کار دے پهٔ هغې کښې کوشش کویٔ اؤ دَ يو بل نه مخکښې کېږیٔ تاسو هر ځائې کښې چې ېٔ اؤ هر طرف ته چې ویٔ۔ تاسو ټول به الله تعالیٰ پهٔ ميدان حشر کښې جمع کړی اؤ ستاسو دَ ټولو نمونځونه به داسې ګڼلے شی لکه يو طرف ته چې شوی وی۔ نو بيا ولې جګړې کویٔ۔
وَ مِنْ حَیْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ١ؕ وَ اِنَّهٗ لَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۝۱۴۹
ترجمه۔ اؤ دَ هر ځائې نه چې تهٔ راؤځې نو خپل مخ ګرځوه مسجد حرام طرف ته اؤ بې شکه هم دغه حق دے ستا دَ رب دَ طرف نه، اؤ الله تعالیٰ بې خبره نهٔ دے ستا دَ کارونو نه
وَ مِنْ حَیْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ١ؕ وَ حَیْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ شَطْرَهٗ١ۙ لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَیْكُمْ حُجَّةٌ١ۙۗ اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ١ۗ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَ اخْشَوْنِیْ١ۗ وَ لِاُتِمَّ نِعْمَتِیْ عَلَیْكُمْ وَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَۙۛ۝۱۵۰
ترجمه۔ اؤ دَ کوم ځائې نه چې تهٔ راوځې نو خپل مخ ګرځوه مسجد حرام طرف ته، اؤ هر ځائې کښې چې تاسو ویٔ نو مخ کویٔ هم دے طرف ته ف۲۱۳ چې پاتې نهٔ شی خلقو ته دَ تاسو سره دَ جګړې څهٔ موقع ۔ مګر هغه کسان چې بې انصافه دی، نو دَ هغوی دَ اعتراض نه مهٔ ويرېږیٔ اؤ زمانه ويرېږیٔ ف۲۱۴ چې پوره کړم پهٔ تاسو باندې خپل فضل اؤ چې تاسو نېغه لار ومومیٔ ف۲۱۵
ف۲۱۳۔ دَ قبلې دَ بدلېدو ذکر بيا بيا ځکه راغلے دے چې دَ دې وجوهات ګڼ دی نو دَ هرې وجې څرګندؤلو دپاره بيا بيا ذکر شوے دے۔
قَدۡ نَرٰی تَقَلُّبَ وَجۡهِكَ نه معلوميږی چې رسول اللهﷺ دَ خواهش پوره کؤلو اؤ دَ هغهٔ دَ عزت زياتؤلو دپاره دا حکم شوے دے۔ لِکُلٍّ وِّجۡهَةٌ هُوَ مُوَلِّیۡهَا الاؔیة)دَ الله تعالیٰ عادت دا دے چې دَ هر قوم دپاره اؤ دَ هر صاحب شريعت رسولﷺ دَ پاره يوه قبله مقرروی اؤ دَ لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَیْكُمْ حُجَّةٌ نه معلوميږی چې دَ دې وجه دا ده چې مخالفينو ته دَ الزام لګؤلو موقع پهٔ لاس ورنهٔ شی اؤ يا تکرار پهٔ دې وجه راغلے دے چې پهٔ اول آيت کښې تعميم دَ احوالو مراد دے، پهٔ دويمه کښې تعميم دَ ځايونو اؤ پهٔ دريمه کښې تعميم دَ زمانې مراد دے اؤ يا تکرار پهٔ دې وجه راغلے دے چې دا دَ شريعت محمدﷺ پهٔ احکامو کښې وړومبنیٔ تبديلی ده پهٔ اول ځل يو حکم منسوخ شوے اؤ بل راغلے وهٔ ۔ نو دَ زيات تاکيد اؤ بيا بيا وينا ضرورت وهٔ۔ چې دَ چا پهٔ زړهٔ کښې څهٔ شک پاتې نهٔ شی۔
ف۲۱۴۔ پهٔ تورات کښې پهٔ تفصيل سره بيان شوی وو چې خانه کعبه دَ ابراهيمؑ قبله ده اؤ دَ نبی آخرالزمان به هم دغه قبله وی۔ نو اوس کهٔ تاسو ته دا حکم نه وې راغلے نو يهوديانو به اعتراض کؤلو چې تورات کښې خو دَ نبی آخرالزمان قبله خانه کعبه ښئلې شوے ده اؤ تاسو بيت المقدس ته نمونځ کویٔ۔ دې نه معلوميږی چې دا آخرالزمان نهٔ دے۔ اؤ مشرکانو به دا اعتراض کؤلو چې ستاسو دعویٰ ده چې مونږ پهٔ ملَّتِ ابراهيمی باندې يو اؤ دَ ابراهيمؑ قبله خو خانه کعبه وه نو تاسو اوس ولې بيت المقدس ته مخ کویٔ چې دا حکم راغلو نو اوس يو کس ته هم دَ بحث کؤلو ګنجائش پاتې نهٔ شو۔ لېکن بې انصافه خلق خو هر وخت څهٔ نا څهٔ اعتراض کوی صحيح وی کهٔ غلط نو دَ دې حکم نه پس به قريشو وئیل چې اوس ورته زمونږ دَ قبلې حقوالے معلوم شو نو دې خوا ېٔ مخ وګرځولو ورو ورو به ورته زمونږ دَ نورو کارونو حقوالے هم معلوم شی نو خپل دين به پرېږدی اؤ زمونږ دين ته به راوګرځی اؤ يهودو به وې اول ورته زمونږ قبله صحيح ښکارېده نو دې خوا ېٔ نمونځ کؤلو، اوس ېٔ زمونږ سره دَ کينې اؤ حسد پهٔ وجه دا حق قبله پرېښوه اؤ بل خوا ېٔ مخ کړو۔ داسې بې انصافه خلق خو پهٔ هر څه اعتراض کوی نو دَ دې پروا مهٔ ساته اؤ زما دَ حکم تابعداری کوه۔
ف۲۱۵۔ يعنی دا قبله ما ستا دپاره ځکه مقرر کړه چې دَ دښمنانو دَ اعتراضونو نه بچ شې اؤ زما دَ انعام اؤ اکرام اؤ برکت پوره پوره حقدار شې ۔
كَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْكُمْ رَسُوْلًا مِّنْكُمْ یَتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِنَا وَ یُزَكِّیْكُمْ وَ یُعَلِّمُكُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ یُعَلِّمُكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَؕۛ۝۱۵۱
ترجمه۔ څنګه چې مونږ راواستوهٔ پهٔ تاسو کښې يو رسول هم ستاسو نه ، چې لولی تاسو ته زمونږ آيتونه اؤ پاکوی تاسو اؤ ښیٔ تاسو ته کتاب اؤ دَ هغې رازونه، اؤ ښیٔ تاسو ته هغه خبرې چې تاسو ته نهٔ وې معلومې ف۲۱۶
ف۲۱۶۔ يعنی اے مسلمانانو دا نعمتونه اؤ هدايت تاسو ته داسې درکړې شو لکه چې اول کښې پهٔ تاسو احسان شوے دے چې هم ستاسو قوم نه تاسو ته داسې رسول راواستؤلے شو چې تاسو ته دَ الله تعالیٰ دَ حکمتونو تعليم کوی، تاسو ته دَ نېکیٔ لار ښیٔ اؤ دَ بدۍ نه مو منع کوی۔ دَ خرابو کارونو نه مو پاکوی يعنی علمًا اؤ عملاً مو کمال ته رسوی۔
فَاذْكُرُوْنِیْۤ اَذْكُرْكُمْ وَ اشْكُرُوْا لِیْ وَ لَا تَكْفُرُوْنِ۠۝۱۵۲
ترجمه۔ نو تاسو ياد لریٔ ما، زهٔ به ياد لرم تاسو اؤ زما احسان ومنیٔ اؤ ناشکری مهٔ کویٔ ف۲۱۷
ف۲۱۷۔ يعنی زما دَ طرف نه پهٔ تاسو دومره احسان وشو نو اوس تاسو ته هم پکار دی چې پهٔ ژبه زما ثنا وایٔ، پهٔ زړهٔ کښې زما يادګيرنه کویٔ اؤ پهٔ عمل زما دَ احکامو تابعداری کویٔ، زهٔ به هم تاسو ياد کړم يعنی زهٔ به پهٔ تاسو خپل رحمت اؤ احسان نور هم زيات کړم۔ زما دَ نعمتونو شکر ادا کویٔ اؤ دَ ناشکریٔ نه ځان ساتیٔ ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوةِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ۝۱۵۳
ترجمه۔ اے مومنانو مدد واخلیٔ دَ صبر اؤ دَ نمانځه نه بې شکه الله تعالیٰ صبر کونکيو سره دے ف۲۱۸
ف۲۱۸۔ ذکر اؤ شکر کؤل اؤ دَ نا شکریٔ نه ځان ساتل کوم چې مخکښې آيت کښې ذکر شوی دی۔ ټولو عبادتونو اؤ دَ ټولو منع شويو څيزونو نه ځان ساتلو باندې حاوی دی۔ دا کارونه پوره پوره کؤل ګران وو نو دَ هغې دَ اسانتيا دپاره ېٔ دا طريقه وښودله چې دَ صبر اؤ نمانځه نه مدد واخلیٔ پهٔ دې طريقه به درباندې دا کار اسان شی۔ پهٔ دې آيت کښې جهاد طرف ته اشاره ده دَ کوم حلم چې مخکښې آيتونو کښې راځی۔ جهاد دَ صبر اعلیٰ درجه ده۔ پهٔ دې کښې سخت محنت اؤ تکليف برداشت کؤل دی۔
وَ لَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ یُّقْتَلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتٌ١ؕ بَلْ اَحْیَآءٌ وَّ لٰكِنْ لَّا تَشْعُرُوْنَ۝۱۵۴
ترجمه۔ اؤ مهٔ وايیٔ تاسو هغه چاته چې دَ خداے لار کښې وژلی شوی دی چې دا مړهٔ دی، بلکې هغوی ژوندی دی، خو تاسو خبر نهٔ يیٔ ف۲۱۹
ف۲۱۹۔ چا چې دَ الله پهٔ لار کښې ځان قربان کړو، شهيد شو۔ هغه دَ دې دنيا نه خو لاړو لېکن پهٔ هغه جهان کښې ژوندے دے خو تاسو ته دَ هغهٔ دَ ژوند پته نهٔ لګی۔
وَ لَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَیْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوْعِ وَ نَقْصٍ مِّنَ الْاَمْوَالِ وَ الْاَنْفُسِ وَ الثَّمَرٰتِ١ؕ وَ بَشِّرِ الصّٰبِرِیْنَۙ۝۱۵۵
ترجمه۔ اؤ مونږ ضرور ازمېښت کوؤ پهٔ تاسو باندې پهٔ لږه ويره اؤ لوږه اؤ دَ مال پهٔ تاوان اؤ دَ ځانونو اؤ دَ ميوؤ پهٔ تاوان ف۲۲۰ اؤ خوش خبری ورکړه صبر کونکيو ته۔
ف۲۲۰۔ اول دَ شهيدانو ذکر وشو چې دَ صبر اعلیٰ درجه ېٔ حاصله کړے ده اؤ لويه مرتبه ورکړې شوه۔ اوس فرمائی چې پهٔ دنيا کښې پهٔ لږ لږ تکليف اؤ مصيبت ستاسو امتحان اخستے شی اؤ ستاسو دَ صبر اؤ برداشت اندازه به لګولې شی پهٔ صابرينو کښې شاملېدل داسې اسان کار نهٔ دے چې بغېر ازمېښت نه وشی خو دې دپاره اول خبردارے ورکړې شو چې ځان ورته تيار کړی اؤ دَ مصيبت پهٔ راتلو وار خطا نهٔ شی ۔
الَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِیْبَةٌ١ۙ قَالُوْۤا اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّاۤ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَؕ۝۱۵۶
ترجمه۔ چې ورسی هغوی ته څهٔ مصيبت، نو وائی ، مونږ خو هم دَ الله مال يو اؤ هم هغهٔ ته واپس تلونکی يو،
اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ صَلَوٰتٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ رَحْمَةٌ١۫ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُهْتَدُوْنَ۝۱۵۷
ترجمه۔ هم پهٔ دغسې خلقو فضلونه دی دَ خپل رب اؤ مهربانی ده اؤ هم دغه خلق پهٔ سمه لار دی ف۲۲۱
ف۲۲۱۔ نو کومو کسانو چې پهٔ تکليف صبر وکړو اؤ شور غوبل ېٔ جوړ نهٔ کړو۔ بلکې دې تکليفونو کښې ذکر اؤ شکر ته زيات متوجه شو نو اے پېغمبره زمونږ دَ طرف نه هغوی ته زېرے ورکړه۔ دَ دې تکليف پهٔ بدل کښې به هغوی ته لوی لوی نعمتونه ورکړې شی اؤ الله تعالیٰ به پرې ډېر مهربانه شی۔
اِنَّ الصَّفَا وَ الْمَرْوَةَ مِنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ١ۚ فَمَنْ حَجَّ الْبَیْتَ اَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِ اَنْ یَّطَّوَّفَ بِهِمَا١ؕ وَ مَنْ تَطَوَّعَ خَیْرًا١ۙ فَاِنَّ اللّٰهَ شَاكِرٌ عَلِیْمٌ۝۱۵۸
ترجمه۔ بې شکه صفا اؤ مروه دَ الله تعالیٰ دَ نخښو نه دی ف۲۲۲ نو څوک چې حج کوی دَ بيت الله شريف يا عمره کوی نو هېڅ ګناه نشته پهٔ هغهٔ که طواف ورکړی پهٔ دې دواړو کښې اؤ هر څوک چې پخپله خوښه څهٔ نيکی وکړی نو بې شکه الله قدردان دے اؤ پهٔ هر څهٔ خبر دے ف۲۲۳ ۔
ف۲۲۲۔ اول بيت الله شريف ته دَ مخ ګرځؤلو حکم بيان شو، کومه چې پهٔ ټولو قبلو کښې افضله اؤ بهتره ده۔ اوس دا بیانیږی چې دا بیت الله شریف دَ حج اؤ عُمرے ځاېٔ هم دے چې دَ وَ لِاُتِمَّ نِعۡمَتِیۡ عَلَیۡکُمۡ پوره تکمیل اؤ تصدیق وشی۔ یا دا چې دَ دې نه وړومبے دَ صبر فضیلت بیان شوے وهٔ۔ اوس دا ښودلے شی چې وګوری صفا اؤ مروه غونډۍ دَ الله تعالٰی دَ شعائرو نه دی اؤ دَ دې دواړو ترمینځه طواف کؤل دَ حج پهٔ احکامو کښې یو ضروری حکم دے۔ دَ دې وجه هم دَ صابرینو یو عمل دے۔ یعنی دَ حضرت هاجرے بی بیؓ اؤ حضرت اسماعیلؑ دَ صبر اؤ برداشت یو یادګار دے۔ دا واقعه پهٔ تفسیرونو ، احادیثو اؤ دَ تاریخ کتابونو کښې پوره پوره بیان شوے اؤ ډېره مشهوره واقعه ده۔ دَ دې نه دَ اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ پوره تصدیق کیږی۔
ف۲۲۳: دا صفا اؤ مروه پهٔ مکّه معظمه کښې دَ بیت الله شریف سره نژدے دوه وړې وړې غونډۍ دی۔ دَ حج پهٔ موقع حاجیانو ته دَ یوې غونډۍ نه بلې غونډۍ ته اوهٔ (۷) ځله تلهٔ راتلهٔ ضروری دی۔ دې ته ”سعی بین الصَّفا و المروه“ وئیلے شی۔
دَ بیت الله شریف حج دَ ابراهیم علیه السّلام دَ زمانې راسې ټولو غربو دَ کفر پهٔ وخت کښې هم کؤلو (خو دغه وخت کښې بیت الله شریف کښې هم بُتان پراتهٔ وو) اؤ پهٔ صفا اؤ مروه باندې هم هغوی خپل بُتان یٔښې وو۔ اؤ دا خیال ېٔ وهٔ چې دا طواف دَ دې بُتانو دَ عزت دپاره دے۔ دَ مکّې معظمې خلق چې مسلمانان شو اؤ دَ بُتانو دَ عبادت نه توبه ګار شو نو دَ هغوی دا خیال وهٔ چې اوس به دَ صفا اؤ مروه پهٔ مینځ کښې سعی نهٔ کیږی۔ دا دَ کفر دَ زمانې یو رسم وهٔ۔ اوس به دا کار ګناه وی۔ هغوی ته دا علم نهٔ وهٔ چې چې دَ صفا اؤ مروه طواف خو پهٔ اصل کښې دَ حج پهٔ احکامو کښې دے خو مشرکانو دَ خپل جهالت پهٔ وجه دَ خپلو بُتانو دَ عزت کار ګڼلو۔ نو پهٔ دې آیت کښې الله تعالیٰ فرمائی چې صفا اؤ مروه دَ الله تعالیٰ نشانې دی اؤ دا طواف دَ حج یو ضروری حکم دے۔ دا خو دَ نیکیٔ کار دے، ګناه نهٔ ده دا طواف دَ بُتانو دپاره نهٔ وهٔ۔ دا خو دَ مهاجرینو شُبهه وه اؤ دَ مدینې منوّرې خلقو به دَ کفر پهٔ وخت کښې دَ صفا اؤ مروه طواف نهٔ کؤلو ځکه چې پهٔ هغې دَ قریشو بُتان پراتهٔ وو۔ دَ مدینې دَ خلقو بُتان نور وو ، هغوی دَ دې بُتانو تعظیم ضروری نهٔ ګڼلو۔ نو دَ اسلام نه پس هم دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې شک وهٔ چې دا طواف به ښهٔ نهٔ وی۔ دې آیت شریف کښې مهاجرینو اؤ انصارو دواړو ته خبردارے ورکړې شوے دے چې دا دَ ګناه کار نهٔ دے۔ صفا اؤ مروه خو دَ الله تعالیٰ نشانې اؤ دَ برکت ځایونه دی۔ دَ دې طواف دَ نیکیٔ کار دے ، دا ضرور کؤل پکار دی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْتُمُوْنَ مَاۤ اَنْزَلْنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَ الْهُدٰی مِنْۢ بَعْدِ مَا بَیَّنّٰهُ لِلنَّاسِ فِی الْكِتٰبِ١ۙ اُولٰٓىِٕكَ یَلْعَنُهُمُ اللّٰهُ وَ یَلْعَنُهُمُ اللّٰعِنُوْنَۙ۝۱۵۹
بې شکه څوک چې پټوی هغه څهٔ چې ما نازل کړی دی صفا حکمونه اؤ دَ هدایت خبرې ، پس دَ دې چې مونږ صفا بیان کړی دی خلقو ته پهٔ کتاب کښې ف۲۲۴ پهٔ دغه خلقو لعنت وائی الله تعالیٰ اؤ لعنت وائی پهٔ هغوی باندې لعنت کونکی، ف۲۲۵
ف۲۲۴: دا آیت اصل کښې خو دَ یهودو پهٔ حق کښې راغلے دے چې هغوی دَ قبلې دَ بدلېدو حکم اؤ دَ رسول اللهﷺ دَ تصدیق حکم چې دَ هغوی پهٔ کتاب تورات کښې ښهٔ پهٔ تفصیل سره بیان شوے وهٔ دَ خپلو ذاتی اغراضو دپاره پټؤلو۔ خو اوس هم کهٔ څوک دَ څهٔ دنیوی غرض دپاره دَ شریعت حکم پټوی اؤ خلقو ته ېٔ نهٔ ښیٔ نو پهٔ دې حکم کښې هغوی هم داخل دی۔ دَ الله تعالیٰ اؤ دَ ټول مخلوق لعنت به پرې وریږی۔
ف۲۲۵: لعنت کونکی یعنی بنیادم ، پیریان ، فریښتې ، اؤ ټول حیوانات ځکه چې دَ حق پټؤلو پهٔ وجه پهٔ دنیا کښې قحط یا نور آسمانی آفتونه وباګانې وغېره قسم قسم تکلیفونه خوریږی نو دا ټول ورباندې لعنت وائی اؤ ورته ښېرې کوی ځکه چې هغوی ته هم پکښې تکلیف رسی۔
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا وَ اَصْلَحُوْا وَ بَیَّنُوْا فَاُولٰٓىِٕكَ اَتُوْبُ عَلَیْهِمْ١ۚ وَ اَنَا التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۝۱۶۰
مګر چا چې توبه وویسته اؤ سم ېٔ کړل خپل کارونه اؤ بیان ېٔ کړې حق خبرې ، نو دغه خلق زهٔ معاف کؤم، ف۲۲۶ اؤ زهٔ یم ډېر معاف کؤنکے ډېر مهربانه،
ف۲۲۶: یعنی دَ دوی دَ حق پټؤلو پهٔ وجه اګرچې ځنی خلق ګمراهان شوی دی خو چې دوی توبه وویسته ایمان ېٔ راؤړو اؤ حق ېٔ څرګند کړو نو زهٔ توبه قبلؤنکے یم ، اوس به ورباندې دَ لعنت پهٔ ځاېٔ رحمت نازل کړم۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ مَاتُوْا وَ هُمْ كُفَّارٌ اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ لَعْنَةُ اللّٰهِ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْنَۙ۝۱۶۱
بې شکه څوک چې کافران شول ، اؤ مړهٔ شول هم دغسې کافران ، پهٔ هغوی باندې لعنت دے دَ لله اؤ دَ فریښتو اؤ دَ خلقو ټولو، ف۲۲۷
ف۲۲۷: یعنی چا چې حق پټ کړو۔ ګمراه شو یا دَ دهٔ پهٔ وجه بل څوک ګمراه شو اؤ دهٔ توبه ونهٔ ویسته هم پهٔ دغه حالت کښې مړ شو نو هغه همېشه دپاره ملعون اؤ جهنّمی شو اؤ چا چې پهٔ خپل ژوند کښې توبه وویسته دَ هغهٔ نه لعنت ختم شو اؤ دَ رحمت حقدار شو۔
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ۚ لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَ لَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ۝۱۶۲
همېشه به وی پهٔ دې لعنت کښې ، نهٔ به کمیږی دَ هغوی نه عذاب اؤ نهٔ به هغوی ته مهلت ورکؤلے شی، ف۲۲۸
ف۲۲۸: یعنی پهٔ هغوی به همېشه دپاره یو شان سخت عذاب وی۔ داسې نه چې کله کله به ورکښې څهٔ کمے راشی یا به لږه دمه ورکړې شی۔
وَ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ١ۚ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ۠۝۱۶۳
اؤ ستاسو ټولو خدائې هم هغه یو خدائې دے هېڅ یو معبود نشته بې دَ هغهٔ نه، چې ډېر مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے، ف۲۲۹
ف۲۲۹: یعنی معبودِ حقیقی دَ ټول مخلوق دپاره یو الله دے بل نشته نو چاچې دَ الله دَ حکم نافرمانی وکړه هغه بالکل تباه شو۔ کهٔ بل معبود وې نو کېدے شی چې څهٔ فائده ېٔ ورکړے وې خو دا څهٔ دَ دنیا بادشاهی نهٔ ده اؤ نهٔ پیری مریدی ده چې کهٔ دَ یو بادشاه یا پیر نه خفه شی نو بل ته به لاړ شی اؤ ځان به خلاص کړی۔ معبود خو هم بس صرف یو الله دے۔ خدائی دَ هغهٔ ده۔ بل خدائې نشته چې دَ الله دَ خداییٔ نه دَ هغهٔ خداییٔ ته وتښتی اؤ ځان خلاص کړی۔ کله چې دَ ” اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ“ آیت نازل شو نو دَ مکّې کفّار حیران پاتی شو۔ وې وئیل چې دا څنګه کېدے شی چې دا ټول عالم کارساز اؤ معبود دې صرف یو وی؟ دَ دې دلیل څهٔ دے نو دا آیت نازل شو ” اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ“ الخ پهٔ دې کښې الله تعالیٰ دَ خپل قدرت نخښې ښیٔلی دی چې پهٔ دې کښې څوک غور و فکر وکړی نو ورته به معلومه شی چې دَ تمام جهان خالق اؤ مالک یو ذات الله دے۔
اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ اخْتِلَافِ الَّیْلِ وَ النَّهَارِ وَ الْفُلْكِ الَّتِیْ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِمَا یَنْفَعُ النَّاسَ وَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ مَّآءٍ فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَ بَثَّ فِیْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ١۪ وَّ تَصْرِیْفِ الرِّیٰحِ وَ السَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَیْنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ۝۱۶۴
بې شکه دَ آسمانونو اؤ زمکې پهٔ پیدا کؤلو کښې اؤ دَ شپې اؤ ورځې پهٔ بدلېدو رابدلېدو کښې اؤ پهٔ کشتو کښې چې اوړی راؤړی پهٔ دریاب کښې ، دَ خلقو دَ فائدې څیزونه ، اؤ پهٔ اوبو کښې چې نازلې کړی دی الله تعالیٰ دَ آسمان نه بیا ېٔ ژوندیٔ کړه پهٔ هغې باندې زمکه دَ مړهٔ کېدو نه پس ، اؤ خوارهٔ ېٔ کړل پهٔ هغې کښې هر قسم ځناور اؤ دَ هواګانو پهٔ بدلېدو کښې اؤ پهٔ وریځو کښې چې تابعدارې دی دَ هغهٔ دَ حکم دَ آسمان اؤ زمکې ترمینځه بې شکه پهٔ دې څیزونو کښې علامې دی دَ هوښیارانو دپاره، ف۲۳۰
ف۲۳۰: دومره لوئے اؤ دومره وچت آسمان بې ستنو ودرؤل اؤ دومره خوره وره ارته اؤ مضبوطه زمکه جوړؤل اؤ دَ زمکې پهٔ مخ اوبهٔ خورؤل پهٔ هغې کښې قسم قسم ځناور پیدا کؤل اؤ دَ اوبو پهٔ ذریعه مختلف قسم بوټی ، غلې ، سبزیٔ، اؤ میوې پیدا کؤل۔ دَ شپې اؤ ورځې بدلېدل اؤ کمېدل ، زیاتېدل۔ دَ موسمونو بدلېدل ، پهٔ دریاب کښې دَ اوبو پهٔ مخ جهازونه اؤ کشتیٔ روانېدل ، دَ آسمان نه اوبهٔ ورؤل اؤ پهٔ هغې باندې وچه زمکه شنه کؤل اؤ قسم قسم څیزونه پیدا کؤل۔ پهٔ دې ټولو کارونو کهٔ څوک غور اؤ فکر وکړی چې دا ټول کارونه ډېر پهٔ انتظام اؤ پهٔ خپل مقرر وخت سر ته رسی نو دې ټولو کښې دَ الله تعالیٰ پهٔ وحدانیت دَ هغهٔ پهٔ بې حسابه طاقت اؤ قدرت اؤ کامل بې شماره دلیلونه دی۔
فائده: دَ ” لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ“ نه توحید دَ ذات اؤ دَ ” الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ۠“ نه توحید دَ صفاتو اؤ دَ ” اِنَّ فِیْ خَلْقِ“ الخ نه توحید دَ افعالو ثابتېږی نو دَ هر قسم شرک نفی وشوه۔
وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّتَّخِذُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْدَادًا یُّحِبُّوْنَهُمْ كَحُبِّ اللّٰهِ١ؕ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَشَدُّ حُبًّا لِّلّٰهِ١ؕ وَ لَوْ یَرَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اِذْ یَرَوْنَ الْعَذَابَ١ۙ اَنَّ الْقُوَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا١ۙ وَّ اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعَذَابِ۝۱۶۵
اؤ ځنې خلق داسې دی چې جوړوی دَ الله تعالیٰ سره نور ف۲۳۱ مساوی، محبت کوی دَ هغوی سره لکه دَ الله په شان ف۲۳۲ اؤ چا چې ایمان راوړے دے دَ هغوی محبت دَ الله سره دَ هغې نه ډېر زیات دے، ف۲۳۳ اؤ کهٔ ووینی دا ظالمان هغه وخت چې وبه وینی دوی عذاب ، چې طاقت ټول دَ الله دے ، اؤ دا چې دَ الله عذاب ډېر سخت دے۔ ف۲۳۴
ف۲۳۱: یعنی پهٔ بنیادمو کښې سره دَ عقله ځنې کسان داسې هم شته چې دَ دومره څرګندو دلیلونو لیدو نه پس هم دَ الله تعالیٰ سره نور شریکان پیدا کوی اؤ دَ هغهٔ برابر ېٔ ګڼی۔
ف۲۳۲: یعنی تش پهٔ خله ورسره شریکان نهٔ پیدا کوی بلکې دَ هغوی سره محبّت هم دومره کوی څومره چې دَ لله سره پکار دے۔
ف۲۳۳: یعنی مشرکان چې دَ خپلو خدایانو سره څومره محبت کوی، مؤمنان دَ الله تعالیٰ سره دَ هغې نه زیات محبت کوی۔ دَ مؤمنانو محبت پوخ دے اؤ مشرکان خو پهٔ دنیا کښې دَ سختیٔ پهٔ وخت کښې دَ خپلو بتانو نه توبه ګار کیږی اؤ دَ آخرت عذاب خو چې ووینی نو ښهٔ به ترېنه بېزار شی ، لکه چې بل آیت کښې راځی اؤ مؤمنان پهٔ رنج و غم ، صحت اؤ مرض۔ آرام اؤ سخته هر وخت کښې دَ الله محبت قائم ساتی بلکې دَ سختیٔ پهٔ وخت کښې نور هم زیاتیږی اؤ اخلاص پکښې پیدا کیږی۔ بلکې مؤمنان خو دَ الله سره دَ خپل ځان ۔اولاد مورپلار۔ مال دولت هر څهٔ نه زیات محبت ساتی۔ دَ هغهٔ پهٔ حکم هر څهٔ قربانوی۔ دَ خدائې محبت اصلی اؤ حقیقی دے اؤ دَ نورو څیزونو سره محبت دَ الله تعالیٰ دَ حکم موافق اؤ بالواسطه دے۔ دَ الله نه غیر شے دَ الله سره پهٔ محبت کښې برابرول شرک دے (هغه غیر هر شے اؤ هر څوک چې وی)
ف۲۳۴: یعنی کوم ظالمان چې دَ الله سره شریک پیدا کوی کهٔ دَ هغه وخت خیال ېٔ کؤلے کله چې به دوی دَ الله عذاب ووینی اؤ ورته به معلومه شی چې دَ الله دَ طاقت مقابله هېڅوک نهٔ شی کؤلے اؤ دَ الله دَ عذاب نه خلاصے پهٔ هېڅ جوړ نشته۔ ( نو دوی به هېچرې دَ الله دَ حکم خلاف ورزی نهٔ وه کړے)
اِذْ تَبَرَّاَ الَّذِیْنَ اتُّبِعُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْا وَ رَاَوُا الْعَذَابَ وَ تَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْاَسْبَابُ۝۱۶۶
چې بېزاره به شی هغه څوک دَ چا چې تابعداری کېده ، دَ هغه چا نه چې تابعداری ېٔ کؤله اؤ وبه وینی عذاب اؤ ختم به شی دَ هغوی ټول تعلقات۔ ف۲۳۵
ف۲۳۵: یعنی هغه وخت به داسې سخت وخت وی چې څوک چې دوی پهٔ خداییٔ بلل اؤ تابعداری ېٔ کؤله هغوی به دَ دوی نه بېزار وی اؤ دوی به دَ هغوی نه بېزار وی دَ خدائې عذاب چې ووینی دَ هر چا سره به خپل غم وی۔ یو به پهٔ یو ملامته اړوی اؤ بل په بل۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْا لَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّاَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوْا مِنَّا١ؕ كَذٰلِكَ یُرِیْهِمُ اللّٰهُ اَعْمَالَهُمْ حَسَرٰتٍ عَلَیْهِمْ١ؕ وَ مَا هُمْ بِخٰرِجِیْنَ مِنَ النَّارِ۠۝۱۶۷
اؤ وائی به هغه تابعداری کؤنکی ، څنګه به ښهٔ وې که زمونږ بیا دنیا ته تلهٔ نصیب شوے وې نو بېزاره شوے به وو دَ دوی نه څنګه چې بېزاره شو زمونږ نه، ف۲۳۶ هم دغه شان به ښئی الله هغوی ته دَ هغوی کارونه دَ ارمان نه وروستو دپاره ، اؤ هغوی هرګز وتونکی نه دی دَ اور نه۔ ف۲۳۷
ف۲۳۶: مشرکان به هغه وخت ارمان کوی اؤ وائی به کهٔ مونږ بیا دنیا ته لاړو نو دَ دې غلطو خدایانو اؤ خرابو مشرانو نه به پوره پوره بدل واخلو۔ څنګه چې اوس دلته دوی زمونږ نه بېزار دی دغه شان به ېٔ مونږ هم پهٔ دنیا کښې یوازې پرېږدو۔ بېزار به شو ترېنه۔ لېکن دا خو هسې خوشې ارمان دے بیا دنیا ته تلهٔ نشته۔
ف۲۳۷: څنګه چې مشرکانو ته به دَ خپلو غلطو خدایانو پهٔ بېزاریٔ ارمان ورځی دغسې به ورته الله تعالیٰ خپل هغه ټول کارونه کوم چې دوی دَ نېکیٔ پهٔ خیال کړی وو دَ ارمان سبب وګرځوی۔ ځکه چې حج عمره ، خیر خیرات اؤ نور کوم ښهٔ کارونه چې دوی کړی وو هغه خو ېٔ دَ شرک پهٔ وجه برباد لاړل اوس هېڅ فائده نهٔ ورکوی اؤ کوم ګناهونه چې ېٔ کړی وو دَ هغې پهٔ بدل کښې به ورته عذاب ورکؤلے شی۔ نو اوس دَ هغوی ښهٔ اؤ بد ټول عملونه دَ هغوی دپاره دَ ارمان اؤ افسوس سبب شو۔ اوس به همېشه پهٔ دوزخ کښې وی پهٔ خلاف دَ ګنهګارو مسلمانانو چې هغوی ته به دَ ګناه پهٔ اندازه تر څهٔ وخت عذاب ورکړې شی۔ آخر به بیا دَ عذاب نه نجات بیا مومی اؤ جنت ته به لاړ شی۔
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ كُلُوْا مِمَّا فِی الْاَرْضِ حَلٰلًا طَیِّبًا١ۖ٘ وَّ لَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ١ؕ اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ۝۱۶۸
اے خلقو! خوریٔ دَ زمکې پهٔ څیزونو کښې حلال اؤ پاک څیزونه اؤ مهٔ ځیٔ پهٔ شیطان پسې۔ ف۲۳۸ بې شکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دے۔
ف۲۳۸: عربو دَ بُتانو عبادت کؤلو اؤ دَ بُتانو پهٔ نوم به ېٔ څاروی پرېښول۔ هغه به دغسې ازاد ګرځېدل ، چابه ورته څهٔ وې نه اؤ نهٔ به ترې څهٔ کار اخستے شو۔ پهٔ دې څاروو کار کؤل یا دَ دوی غوښه خوړل هغوی حرام ګڼل۔ دا هم یو قسم شرک دے۔ ځکه چې څهٔ شے حرامؤل یا حلالؤل دَ الله تعالیٰ کار دے۔ پهٔ دې کښې دَ بل چا حکم منل هغه دَ الله سره شرک ګڼل دی ځکه چې پهٔ وړومبی آیت کښې دَ شرک دَ خرابیٔ بیانؤلو نه پس دَ دې کار نه منع وشوه۔ خلاصه ېٔ دا ده چې پهٔ دې زمکه کښې څهٔ پیدا کیږی هغه خوریٔ پهٔ دې شرط کهٔ شرعًا حلال اؤ پاک وی چې نهٔ خو خپله حرام وی لکه مرداره، خنزیر اؤ مَاۤ اُهِلَّ بِهٖ لِغَیْرِ اللّٰهِ (کوم څاروے چې دَ الله نه غېر دَ بل چا پهٔ نوم حلال شوے وی یا دَ هغې دَ حلالؤلو غرض دَ الله نه غېر دَ بل چا خوشحالؤل وی) اؤ نهٔ پکښې دَ څهٔ عارض پهٔ وجه حرمت راغلے وی۔ لکه دَ غضب ، غلا ، رشوت اؤ سودمال دَ داسې قسم ټولو څیزونو نه ځان ساتیٔ اؤ دَ شیطان تابعداری هرګز مهٔ کویٔ چې پهٔ خپله خوښه څهٔ حلال شے پهٔ ځان حرام کړیٔ لکه دَ بُتانو پهٔ نوم پریٔښی څاروی یا څهٔ حرام شے ځان ته خپله حلال وګڼیٔ۔ لکه مَاۤ اُهِلَّ بِهٖ لِغَیْرِ اللّٰهِ وغېره۔
اِنَّمَا یَاْمُرُكُمْ بِالسُّوْٓءِ وَ الْفَحْشَآءِ وَ اَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝۱۶۹
هغه خو به تاسو ته دغه حکم کوی چې ناکاره کارونه اؤ بې حیائی کویٔ اؤ دورغ تړیٔ پهٔ الله پورې هغه خبرې چې تاسو ته نهٔ دی معلومې۔ ف۲۳۹
ف۲۳۹: چې دَ شریعت احکام اؤ مسٔلې ځان ته جوړې کړیٔ لکه چې اکثر کتې شی چې ځنی خلق دَ خپلو ذاتی غرضونو دپاره دَ شریعت دَ څرګند حکم خلاف دَ ځان نه مسٔلې جوړوی۔ اؤ دَ شریعت څرګند حکمونه اؤ دَ مشرانو فیصلو ته غلط وائی۔ یوازې پهٔ فروعی مسٔلو کښې نه، بنیادی عقیدو کښې هم ځنی خلق دَ شریعت دَ څرګند حکم خلاف چلیږی۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّبِعُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا بَلْ نَتَّبِعُ مَاۤ اَلْفَیْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا١ؕ اَوَ لَوْ كَانَ اٰبَآؤُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ شَیْـًٔا وَّ لَا یَهْتَدُوْنَ۝۱۷۰
اؤ کله چې دوی ته څوک ووائی تابعداری کویٔ دَ هغه حکم چې نازل کړے دے الله ، نو وائی ، هېچرې نه ، مونږ خو به تابعداری کوو دَ هغه طریقې پهٔ کومه چې مونږ لیدلی دی پلار نیکهٔ سره دَ دې که دَ دوی پلار نیکهٔ پهٔ هېڅ نه پوهېدل اؤ نهٔ ېٔ سمه لار پېژنده۔ ف۲۴۰
ف۲۴۰: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ مقابله کښې دَ خپل پلار نیکهٔ عمل پېشه کوی اؤ وائی چې مونږ خو به هم دَ خپلو مشرانو پهٔ لار روان یو اؤ دا هم شرک دے۔ (لکه څنګه چې پهٔ مسلمانانو کښې ځنی جاهلان دَ کونډې ښځې دویمه نکاح بده ګڼی اؤ ځنې ناکاره رواجونو باندې چلیږی چې زمونږ مشرانو دغسې کړی دی دا پخوا راسې دغسې راغلی دی۔ نو مسلمانان کهٔ پهٔ خلهٔ داسې نهٔ وائی چې دَ شریعت حکم نهٔ منو خو عمل ېٔ هم دغسې روان دے چې دَ زوړ رواج مقابله کښې دَ شریعت حکم پرېږدی دا سخته ګناه ده)
وَ مَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا كَمَثَلِ الَّذِیْ یَنْعِقُ بِمَا لَا یَسْمَعُ اِلَّا دُعَآءً وَّ نِدَآءً١ؕ صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْیٌ فَهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ۝۱۷۱
دَ کافرانو مثال داسې دے لکه چې څوک داسې څیز ته آوازونه کوی چې هېڅ نهٔ آوری۔ بې دَ چغو اؤ شور نه ف۲۴۱ کاڼهٔ دی ، ګونګیان دی ، ړاندهٔ دی نو دوی پهٔ هېڅ نهٔ پوهېږی۔ ف۲۴۲
ف۲۴۱: یعنی دا کافران اسلام ته رابلل داسې دی لکه څوک دَ ځنګل ځناور ته چغې وهی چې هغوی نور پهٔ هېڅ نهٔ پوهېږی خو تش آوازونه آوری دغسې حال دَ هغه خلقو هم دے چې خپله هم پهٔ څهٔ نهٔ پوهېږی اؤدَ عالمانو خبره هم نهٔ آؤری۔
ف۲۴۲: یعنی دا کافران ګویا کاڼهٔ دی چې حق نهٔ آؤری ، ګونګیان دی چې حق خبرې ېٔ پهٔ خلهٔ نهٔ راځی ، ړاندهٔ دی چې صحیح لار نهٔ وینی نو هغوی پهٔ هېڅ هم نهٔ پوهېږی چې دَ پوهې درے واړه طاقتونه ېٔ خراب شو نو داس به پهٔ څهٔ طریقه پوهه کړې شی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ وَ اشْكُرُوْا لِلّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ۝۱۷۲
اے ایماندارو خوریٔ هغه پاک څیزونه چې رزق درکړے دے مونږ تاسو ته اؤ شکر کویٔ دَ الله ۔ کهٔ چرې تاسو هم دَ هغهٔ بندیان ییٔ ف۲۴۳
ف۲۴۳: دَ پاکیزه څیزونو دَ خوراک حکم مخکښې تېر شوے دے لېکن مشرکانو دَ شیطان تابعداری کؤله دَ ځان نه به ېٔ خبرې جوړولې چې دا دَالله حکم دے اؤ خپل ناکاره رواجونه ېٔ پهٔ هېڅ شان نهٔ پرېښول اؤ پهٔ حق خبره نهٔ پوهېدل۔ نو اوس الله تعالیٰ دَ هغوی خبره پهٔ ځاېٔ پرېښوه اؤ مسلمانانو ته خطاب کوی چې تاسو ته چې کوم پاک رزق درکړې شوے دے هغه خوریٔ اؤ دَ الله تعالیٰ احسان منیٔ ، شکر کویٔ اؤ دَ کافرو دَ عمل پرواه مهٔ کویٔ۔
اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَ الدَّمَ وَ لَحْمَ الْخِنْزِیْرِ وَ مَاۤ اُهِلَّ بِهٖ لِغَیْرِ اللّٰهِ١ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّ لَا عَادٍ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۷۳
هغهٔ خو پهٔ تاسو صرف دغه څیزونه حرام کړی دی ، مړ څاروے، ف۲۴۴ اؤ وینه، ف۲۴۵ اؤ دَ خنزیر غوښه، ف۲۴۶ اؤ کوم څاروی باندې چې نوم واخستے شی دَ الله نه سوا دَ بل چا ، ف۲۴۷ بیا چې څوک بې اختیاره شی نهٔ نافرمانه وی اؤ نهٔ زیاتے کوی ، نو پهٔ هغهٔ هېڅ ګناه نشته ، ف۲۴۸ بې شکه الله ډېر بخښونکے مهربانه دے۔ ف۲۴۹
ف۲۴۴: مردار هغه شے دے چې پخپله مړشی ، هډو چا حلال کړے نهٔ وی یا پهٔ غېر شرعی طریقه حلال شوے یا ښکار شوے وی لکه څوک ېٔ دَ څټ مخې حلال کړی یا ورته پهٔ مریٔ ګوتې کېږدی اؤ مړ شی یا دغسې دَ ژوندی څاروی نه اندام پرېکړې یا دَ ټوپک پهٔ ګولۍ یا دَ لیندې پهٔ ګیټۍ ولګی اؤ دَ حلالؤلو نه مخکښې ترېنه ساه وځی یا څاروے دَ اوچت ځاېٔ نه راپرېوزی مړ شی یا ېٔ بل څاروے پهٔ ښکر ووهی یا څوک دَ حلالې پهٔ وخت پهٔ قصد تکبیر ونهٔ وائی۔ دا ټول څیزونه مردار دی اؤ خوړل ېٔ حرام دی۔ صرف مهے اؤ ملخ دَ حدیث په حکم دَ دې حکم نه بیل دی چې دا دواړه بې ذبحې حلال دی۔
ف۲۴۵: دَ وینې نه مطلب هغه وینه ده چې دَ ذبحې پهٔ وخت دَ څاروی نه بهیږی۔ پهٔ غوښه پورې پاتې لږه لږه وینه حرامه نهٔ ده کهٔ غوښه چا ونهٔ وینځله ، بې دَ وینځلو ېٔ پخه کړه جائزه ده۔ البته نازک طبیعت ېٔ نهٔ منی۔ اینه اؤ تورے هم پهٔ اصل کښې چې کهٔ وینه ده خو دَ حدیث شریف پهٔ حکم دَ دې خوړل جائز دی۔
ف۲۴۶: خنزیر کهٔ څوک دَ شریعت پهٔ طریقه ذبح کړی ، تکبیر پرې ووائی هم حرام دے دَ خنزیر هر شے حرام دے۔ غوښه ، څرمن ، هډوکی ، لکۍ ، وازده ، هر څهٔ ېٔ پلیت دی۔ دَ خنزیر دَ هېڅ څیز نه څهٔ کار اخستل جائز نهٔ دی۔ دَ خنزیر متعلق الله فرمائی : فَاِنَّهٗ رِجۡسٌ (دا خنزیر بالکل پلیتی ده) یعنی ټول ټال پلیت دے۔ هر څهٔ ېٔ پلیت دی۔ خنزیر پهٔ ټولو ځناورو کښې ډېر بې حیا اؤ حریص دے پیلتی خوری۔ نو څوک چې دَ خنزیر غوښه خوری هغوی کښې هم دَ خنزیر اخلاق پیدا کیږی ، بې شرمی ، بې حیائی پکښې زیاتیږی ځکه ترېنه الله تعالیٰ مسلمانان منع کړی دی۔
ف۲۴۷: مَاۤ اُهِلَّ بِهٖ لِغَیْرِ اللّٰهِ مطلب دا دے چې کوم ځاروے چې دَ الله تعالیٰ دَ نوم نه بغېر بل چا ته نسبت وشی۔ دَ چا پیر یا ولی یا امیر پهٔ نوم شی اؤ دَ هغهٔ دَ خوشحالؤلو دپاره حلال شی ، دَ داسې څاروو خوراک حرام دے اګرچې پهٔ شرعی طریقه حلال شوے وی اؤ دَ حلالې پهٔ وخت ورباندې تکبیر وئیلے شوے وی۔ دَ هر څیز دَ روح مالک صرف الله تعالیٰ دے نو دَ الله نه بغېر دَ جاندار څیز روح دَ چا پهٔ نوم وېستل جائز نهٔ دی۔ کوم څاروے چې دَ الله نه بغېر دَ بل چا پهٔ نوم حلال شی دَ هغې حراموالے دَ مردارے نه زیات دے۔ مرداره خو ځکه حرامه ده چې روح ېٔ دَ الله پهٔ نوم نهٔ دې وېستے شوے اؤ دا خو دَ غېر الله پهٔ نوم شو چې عین شرک دے نو څنګه چې سپے یا خنزیر یا بل مردار ځناور پهٔ تکبیر وئیلو اؤ شرعی طریقه حلالؤلو نهٔ حلالیږی دغسې دا هم دے۔ البته کهٔ اول ېٔ ېٔ دَ بل چا پهٔ نوم کړے وی بیا دَ ذبح پهٔ وخت کښې دَ هغې نه توبه وکړی۔ نیت بدل کړی ، دَ الله پهٔ نوم ېٔ حلال کړی نو خېر دے۔ عالمانو دا څرګنده فیصله کړے ده چې دَ بادشاه یا بل امیر یا (لیډر) دَ استقبال دپاره دَ هغهٔ دَ عزت اؤ خوشالؤلو پهٔ غرض چې کوم څاروے ذبح شی نو داسې څاروے کهٔ پهٔ شرعی طریقه ذبح شوے وی تکبیر پرې وئیلے شوے وی هم مردار دے خوراک ېٔ جائز نهٔ دے۔ یا کهٔ څوک دَ پېریانو دَ تکلیف نه بچ کېدو پهٔ غرض څاروے حلال کړی نو دا هم حرام دے اؤ داسې کار کؤنکے مشرک دے۔ حدیث شریف دے لَعَنَ اللہُ مَن ذَبَحَ لِغَیرِ اللہِ څوک چې بې دَ الله نه دَ بل چا دَ عزت دپاره څاروے ذبح کوی پهٔ هغهٔ دَ الله تعالیٰ لعنت دے۔ اګر کهٔ دَ ذبح کؤلو پهٔ وخت پرې دَ الله نوم واخستے شی۔ البته پهٔ دې کښې څهٔ نقصان نشته چې څاروے دَ الله پهٔ نوم حلال شی ، پهٔ فقیرانو خیرات شی اؤ ثواب ېٔ چابزرګ ته وبخښلې شی۔ یا دَ مړی دَ طرفه قربانی وکړی اؤ ثواب ېٔ هغهٔ ته وبخښی ځکه چې دا ذبح دَ غېر الله دپاره نهٔ ده۔ ځنې خلق چې دَ پېریانو یا دَ ولیانو نذرونه منی هغوی هم دا بهانه کوی چې مونږ څاروے دَ الله پهٔ نوم خیرات کوو ثواب ېٔ دې پېریانو ته بخښو۔ دوی دې پهٔ دې ښهٔ پوهه شی چې دَ الله تعالیٰ سره څوک چل ول نهٔ شی کؤلے هغه دَ هر چا پهٔ نیتونو عالم دے۔ البته دَ دغه سړی دَ نیت معلومؤلو یوه طریقه دا هم ده چې دَ هغهٔ نه تپوس وشی چې کوم څاروے تا دَ بزرګ پهٔ نوم منلې دے کهٔ دَ دومره قیمت غوښه پخه شی پهٔ فقیرانو خیرات شی ثواب ېٔ دغه بزرګ ته وبخښلے شی نو ستا پهٔ خیال به ستا نذر پوره شی کهٔ نه۔ کهٔ هغهٔ بې خطره ووې چې اؤ نو رښتونے دے۔ اؤ کهٔ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ څهٔ شک وهٔ نو دروغژن دے۔ اؤ دا څاروے حرام اؤ مردار دے اؤ دا کار شرک اؤ ګناه ده۔
فائده: دلته دا شک کیږی چې آیت شریف کښې حرام څیزونه صرف څلور شمېرلی شوی دی۔ دَ دې مطلب خو دا شو چې دَ دې نه علاوه نور څیزونه ټول حلال دی۔ سره دَ دې چې سپے، خر ، اؤ ځنګلی ځناور هم مردار دی۔ دَ دې جواب دا دے چې دې آیت کښې دَ حرامو حصر پهٔ دې څلورو کښې نهٔ دے شوے بلکې دا څرګندول غرض دی چې دا څلور څیزونه حرام دی۔ دَ دې حلال ګڼل جائز نهٔ دی۔ دَ دې نه علاوه نور څیزونه هم حرام دی کهٔ نه۔ دې آیت کښې دَ دې نه څهٔ بحث نشته۔ بل جواب ېٔ دا دے چې دا ذکر کهٔ دَ حصر دپاره ومنلے شی هم دا حصر اضافی دے اؤ دَ هغه څیزونو مقابله کښې دے کوم چې مشرکانو دَ خپل طرف نه پهٔ ځان حرام کړی وو۔ لکه هغه څاروی چې دَ بُتانو پهٔ نوم یرېښوې شو لکه حام اؤ سائبه وغېره دَ کوم ذکر چې وروستو راځی۔ یعنی تاسو باندې خو دَ الله پهٔ حکم صرف دغه څیزونه حرام دی دا نور کوم چې مشرکان ېٔ حرام ګڼی دغه دَ الله پهٔ حکم نهٔ دی حرام شوی۔ دا تاسو ته حلال دی۔
ف۲۴۸: یعنی دا څلور څیزونه پهٔ تاسو حرام دی خو کهٔ څوک دَ لوږې مری نو دَ مجبوریٔ پهٔ وخت کښې ورته دَ خوراک اجازت شته خو پهٔ دې شرط چې نافرمانی اؤ زیاتے نهٔ کوی۔ نافرمانی دا چې دومره وږے نهٔ وی چې مرګ ته رسی اؤ پهٔ خوراک شروع وکړی۔ اؤ زیاتے دا چې دَ ضرورت نه زیات وخوری ځان موړ کړی۔ اجازت خو صرف دَ دومره خوراک دے چې دَ مرګ نه بچ شی ، دَ ځان مړؤلو اجازت نشته۔
ف۲۴۹: یعنی الله تعالیٰ بخښونکے مهربان دے۔ دَ بنده هر قسم غلطیٔ معاف کوی نو دَ داسې مجبوریٔ پهٔ حالت کښې چې دَ لوږې مری خو به ورته ضرور معافی کوی، اؤ پهٔ بندګانو مهربانه دے دَ مجبوریٔ پهٔ حالت کښې ترېنه پابندی پورته کوی۔ ګنی هغه حقیقی مالک اؤ مختار دے هغهٔ ته حق دے کهٔ ووائی۔ کهٔ ساه مو وځی هم دا څیزونه به نهٔ خوریٔ۔ دا خو دَ هغهٔ مهربانی ده چې دَ مجبوریٔ پهٔ وخت پابندی پورته کوی۔ یو شک دا هم کېدے شو چې دَ لوږې پهٔ وخت کښې دومره پوره اندازه لګؤل چې بس پهٔ دومره خوراک به دَ مرګ نه بچ شی ګران کار وهٔ نو الله تعالیٰ وفرمائیل چې زهٔ غفور الرّحیم یم کهٔ پهٔ غلطیٔ چا زیاتے وکړو خو چې نیت ېٔ خراب نهٔ وی زهٔ به ېٔ معاف کړم۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْتُمُوْنَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ الْكِتٰبِ وَ یَشْتَرُوْنَ بِهٖ ثَمَنًا قَلِیْلًا١ۙ اُولٰٓىِٕكَ مَا یَاْكُلُوْنَ فِیْ بُطُوْنِهِمْ اِلَّا النَّارَ وَ لَا یُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَ لَا یُزَكِّیْهِمْ١ۖۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۷۴
بې شکه څوک چې پټوی هغه حکمونه چې نازل کړی دی الله پهٔ کتاب کښې ف۲۵۰ اؤ اخلی پهٔ هغې باندې څهٔ لږ قیمت۔ ف۲۵۱ هغوی نهٔ اچوی پهٔ خپلو خېټو کښې مګر اور، ف۲۵۲ اؤ خبرې به نهٔ کوی الله دوی سره دَ قیامت پهٔ ورځ ف۲۵۳ اؤ نهٔ به دوی پاکوی، ف۲۵۴ اؤ دوی دپاره دردناک عذاب دےف۲۵۵ ۔
ف۲۵۰: یعنی الله تعالیٰ چې پهٔ آسمانی کتابونو کښې دَ حلالو اؤ حرامو حکمونه راستؤلی وو هغه یهودو پټ کړل اؤ دَ خپل طرف نه ېٔ دَ خپلو غرضونو دپاره پکښې کمے زیاتے وکړو جاهلانو ته به ېٔ وې چې اصل حکم هم دغه شان دے۔ هم دغسې دَ رسول اللهﷺ کوم صفتونه اؤ علامې چې پهٔ تورات کښې ښودلے شوے وې هغه یهودو بدلې رابدلې کړې چې چا ته صحیح پته ونهٔ لګی اؤ دا دواړه غټ ګناهونه دی۔ ځکه چې کتاب خو الله تعالیٰ دَ خلقو دَ هدایت دپاره راستؤلے دے اؤ دوی خلق ګمراه کړل۔
ف۲۵۱: صرف پهٔ دې نافرمانیٔ صبر نهٔ شول چې خلق ېٔ ګمراه کړل بلکې پهٔ دې حکمونو بدلؤلو به ېٔ دَ خلقو نه دَ نذرانې اؤ شکرانې پهٔ نوم رشوتونه هم اخستل پهٔ دې وجه دَ سخت عذاب حقدار شو کوم چې وروستو آیت کښې راځی۔
ف۲۵۲: یعنی اګرچې دوی پهٔ مال اخستو خوشحالېدل چې پهٔ ګټه کښې شو۔ پهٔ ښکاره خو دوی مال اخستو خو پهٔ حقیقت کښې ېٔ دا دَ دوزخ اور پهٔ خېټه کښې اچؤلو لکه پهٔ ډېر مزیدار خوراک کښې چې زهرِ قاتل ګډ وی هغه وخت پرې بنده نهٔ پوهېږی خو وروستو ورته پته ولګی۔ دغسې دوی هم اوس خو پهٔ دې مال دولت خوشحاله دی خو آخرت کښې به ورته نتیجه معلومه شی چې همېشه دپاره به پراتهٔ وی۔
ف۲۵۳: دې ځائې کښې دا شک کېدے شی چې دَ نورو آیتونو نه معلومیږی چې دَ قیامت پهٔ ورځ به الله تعالیٰ دَ کافرو سره خطاب کوی نو دلته څنګه راغلی دی لَا یُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ (الله تعالیٰ به ورسره خبرې نهٔ کوی) دَ دې جواب دا دے چې دلته دَ خبرو نه مطلب دَ مینې اؤ محبت خبرې دی۔ دَ قهر اؤ غصې خبرې اؤ دَ ویرؤلو دپاره خطاب مراد نهٔ دے۔ دا هم کېدے شی خپله ورسره خبرې نهٔ کوی اؤ دَ فرښتو پهٔ واسطه ورسره دَ ویرې اؤ عذاب خبرې وکړی۔
فائده: وَ لَا یُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ“ دَ دړکې نه معلومیږی چې دَ الله سره محبت دَ بنیادم پهٔ فطرت کښې پروت دے کهٔ پهٔ دنیا کښې ورسره پهٔ څرګنده دَ کافرانو محبت نهٔ معلومیږی نو دَ دې مثال داسې دے لکه پهٔ ایره کښې چې انګار پټ وی۔ لېکن دَ قیامت پهٔ ورځ چې دا دنیاوی حجاب لرې شی دَ هغوی فطری محبت به څرګند شی ګنی دښمن ته دا وئیل چې زهٔ به درسره خبرې نهٔ کوم څهٔ فائده لری؟ البته دَ دوست اؤ محبوب نه اعراض کؤل سخت دَ تکلیف سبب وی۔ نو دَ قیامت پهٔ ورځ چې دَ هر بنیادم سینه به دَ الله تعالیٰ دَ فطری محبت نه ډکه وی دَ الله بې التفاتی اؤ توجه نهٔ کؤل به دَ دوزخ دَ عذاب نه هم سخت تکلیف ده وی۔
ف۲۵۴: یعنی مسلمانان که هر څومره ډېر ګنهګار وی څهٔ مقررې مودې پورې به پهٔ عذاب کښې وی اؤ چې دَ ګناهونو نه پاک شی نو بیا به جنت ته ځی اؤ کافران به همېشه دپاره پهٔ عذاب کښې وی۔ دوی به دَ ګناه نه پاکؤلے نهٔ شی اؤ نهٔ به چرې جنت ته دَ تلو قابل کیږی۔ دَ شرک حال داسې دے لکه دَ نجس العین څیز چې پهٔ هېڅ شان نهٔ پاکیږی اؤ دَ ګنهګار مثال داسې دے لکه پهٔ پاک څیز چې څهٔ بهرنیٔ پلیتی ولګی اؤ پهٔ وینځلو بیا پاک شی۔
ف۲۵۵: واقعی دَ دې نه سخت عذاب به څهٔ وی چې دَ ظاهری بدن نه علاوه پهٔ خېټه کښې ېٔ هم اور وی اؤ خپل حقیقی مالک ترې ناراض وی بیا دا مصیبت به همېشه دپاره وی چرې به هم ترې خلاصے نهٔ وی۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰی وَ الْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ١ۚ فَمَاۤ اَصْبَرَهُمْ عَلَی النَّارِ۝۱۷۵
هم دغه خلق دے چې واېٔ خسته ګمراهی دَ هدایت پهٔ بدله کښې ، اؤ عذاب دَ بخشش پهٔ بدله کښې، ف۲۵۶ نو څومره ډېر صابره دی دوی پهٔ دوزخ۔ ف۲۵۷
ف۲۵۶: دا خلق بېشکه دَ دې عذاب مستحق دی ځکه چې هغوی پخپله دَ نجات لار پریښې اؤ ګمراهی ېٔ خوښه کړے ده۔
ف۲۵۷: یعنی پهٔ خپله رضا پهٔ هغه لار روان دی کومه چې ېٔ دوزخ ته رسوی نو ګویا کهٔ دا اور دَ هغوی ډېر خوښ دے اؤ رضا دی ورباندې ګنی هر څوک پوهېږی چې دَ اور عذاب باندې صبر ګران دے۔
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ نَزَّلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ١ؕ وَ اِنَّ الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِی الْكِتٰبِ لَفِیْ شِقَاقٍۭ بَعِیْدٍ۠۝۱۷۶
دا ځکه چې الله نازل کړے دے رښتونې کتاب اؤ چا چې راوستو اختلاف پهٔ دې کتاب کښې، بې شکه هغوی پهٔ ضد کښې لرې اووتل، ف۲۵۸
ف۲۵۸: یعنی ګمراهی ېٔ دَ نېکیٔ پهٔ بدله کښې اؤ عذاب دَ بخشش پهٔ مقابله کښې داسې خوښ کړو چې هغوی ته الله تعالیٰ کوم رښتونے کتاب راستؤلے وهٔ دَ هغې نه ېٔ انکار وکړو اؤ پکښې ېٔ قسم قسم اختلاف پیدا کړو بیا پهٔ دې اختلاف اؤ دښمنیٔ کښې دَ حق نه ډېر لرې وتل اؤ پهٔ دې طریقه دَ الله دَ رحمت نه محروم شو ، دَ عذاب حقدار شو۔
لَیْسَ الْبِرَّ اَنْ تُوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَ الْمَغْرِبِ وَ لٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ وَ الْكِتٰبِ وَ النَّبِیّٖنَ١ۚ وَ اٰتَی الْمَالَ عَلٰی حُبِّهٖ ذَوِی الْقُرْبٰی وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰكِیْنَ وَ ابْنَ السَّبِیْلِ١ۙ وَ السَّآىِٕلِیْنَ وَ فِی الرِّقَابِ١ۚ وَ اَقَامَ الصَّلٰوةَ وَ اٰتَی الزَّكٰوةَ١ۚ وَ الْمُوْفُوْنَ بِعَهْدِهِمْ اِذَا عٰهَدُوْا١ۚ وَ الصّٰبِرِیْنَ فِی الْبَاْسَآءِ وَ الضَّرَّآءِ وَ حِیْنَ الْبَاْسِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ۝۱۷۷
نېکی یواځې دا نهٔ ده چې ستاسو مخونه وګرځی نمرخاتهٔ طرف ته اؤ نمر پرېواتهٔ طرف ته ، ف۲۵۹ لېکن غټه نېکی خو دا ده چې څوک ایمان راؤړی پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ پهٔ فرښتو اؤ کتابونو اؤ پېغمبرانو ، اؤ مال ورکړی سره دَ هغې دَ مینې خپلوانو ته اؤ یتیمانو ته اؤ حاجتمندو ته اؤ مسافرو ته اؤ غوښتونکیو ته اؤ پهٔ غاړه خلاصؤلو کښې ، اؤ قائم ساتی نمونځ اؤ ورکوی زکٰوة اؤ پوره کؤنکی دی دَ خپلې وعدې۔ کله چې وعده وکړی۔ اؤ صبر کؤنکی وی پهٔ سخته کښې اؤ تکلیف کښې اؤ دَ جنګ پهٔ وخت کښې ، ف۲۶۰ هم دغه خلق رښتونی دی اؤ هم دغه خلق پرهېزګار دی۔ ف۲۶۱
ف۲۵۹: یهودو چې دا آیتونه واؤرېدل نو دَ دې پهٔ ځواب کښې به ېٔ وې چې مونږ خو حق بالکل پریښې نهٔ دے۔ اوس هم ډېر دَ نېکیٔ کارونه کوو اؤ مونږ ته چې خپل کتاب کښې دَ نمانځه کومه طریقه ښودلے شوے ده اؤ کومه قبله راته مقرر شوے ده۔ نمونځ چې پهٔ ټولو عبادتونو کښې افضل دے هغه هم پهٔ هغه طریقه صحیح کوو اؤ هم هغه قبلې ته مخ کوو۔ نو بیا مونږ پهٔ څهٔ دَ داسې سخت عذاب حقدار شو۔ دَ دې پهٔ جواب کښې الله تعالیٰ فرمائی چې غټه نیکی چې دَ مغفرت دپاره کافی شی یواځې دا نهٔ ده چې څوک مشرق یا مغرب ته مخ کړی نمونځ وکړی۔ یواځې نمانځه باندې کار نهٔ کیږی نورې ضروری عقیدې اؤ احکام هم پوره کؤل غواړی۔
ف۲۶۰: یعنی دَ ټولو نه غټه نېکی چې دَ هغې پهٔ ذریعه هدایت موندے شی اؤ سبب دَ مغفرت ګرځی پهٔ الله تعالیٰ، دَ قیامت پهٔ ورځ ، پهٔ ملائیکو ، رسولانو اؤ ټولو آسمانی کتابونو ایمان راؤړل دی اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه یقین کؤل دی اؤ بیا سره دَ مال دَ محبت دَ زکٰوة نه علاوه هم خپلوانو ، یتیمانو ، غریبانو اؤ مسافرو سره مالی امداد کؤل دی۔ وَ فِی الرِّقَابِ اؤ غاړې خلاصؤل یعنی کهٔ یو مسلمان دَ کافرو سره پهٔ جنګ کښې قید شوے وی چې دَ هغهٔ فدیه ورکړی اؤ هغه دَ قید نه خلاص کړی یا کهٔ یو مسلمان قرضدار وی چې دَ هغهٔ قرض ادا کړی اؤ دَ هغهٔ څټ دَ قرض دَ بوج نه خلاص کړی یا دَ یو مسلمان غلام قیمت دَ هغهٔ مالک ته ورکړی اؤ هغه آزاد کړی۔ اؤ نمونځ ښهٔ پهٔ صحیح طریقه کؤل۔ اؤ دَ مال زکٰوة پوره پوره ورکؤل اؤ قول و اقرار پوره کؤل اؤ دَ غریبیٔ ، مصیبت اؤ تکلیف اؤ جهاد پهٔ وخت کښې صبر اؤ استقلال سره وسېدل۔ چې دا ټول کارونه پهٔ اخلاص سره پوره پوره ترسره کړی نو هله به دَ دوزخ دَ اور نه بچ شی اؤ دَ مغفرت اؤ مهربانیٔ حقدار شی۔ یهودو دا کارونه نهٔ کؤل۔ صرف قبلې ته مخ کؤلو باندې نازېدل۔
ف۲۶۱: یعنی کوم خلق چې دا ذکر شوی عقائد لری اؤ دغه اعمال پوره پوره کوی هم دغه کسان رښتونی مسلمانان دی اؤ پرهېزګار ( دَ الله نه ویرېدونکی دی) یهودو کښې دا خوبیٔ نهٔ وې صرف پهٔ نمانځه ېٔ دا خیال کؤلو چې دَ عذاب نه به خلاص شی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِصَاصُ فِی الْقَتْلٰی١ؕ اَلْحُرُّ بِالْحُرِّ وَ الْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَ الْاُنْثٰی بِالْاُنْثٰی١ؕ فَمَنْ عُفِیَ لَهٗ مِنْ اَخِیْهِ شَیْءٌ فَاتِّبَاعٌۢ بِالْمَعْرُوْفِ وَ اَدَآءٌ اِلَیْهِ بِاِحْسَانٍ١ؕ ذٰلِكَ تَخْفِیْفٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ رَحْمَةٌ١ؕ فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۷۸
اے مؤمنانو فرض کړې شو پهٔ تاسو قصاص پهٔ مړو کښې ، ف۲۶۲ دَ آزاد بدله کښې آزاد، ف۲۶۳ اؤ دَ غلام بدله غلام، ف۲۶۴ اؤ دَ ښځې پهٔ بدله کښې ښځه، ف۲۶۵ بیا چا ته چې معاف کړې شو دَ هغهٔ دَ ورور له طرفه څهٔ شے نو تابعداری کؤل پکار ده دَ دستور موافق، اؤ ادا کؤل پکار دی پهٔ ښهٔ طریقه۔ ف۲۶۶ دا آسانتیا وشوه ستاسو د رب له طرفه اؤ مهربانی ف۲۶۷ بیا چا چې زیاتې وکړو دَ دې فیصلې نه پس نو دَ هغهٔ دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۲۶۸
ف۲۶۲: دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې دَ عربو اؤ یهودیانو دا رواج وهٔ چې دَ یو سردار دَ غلام پهٔ بدل کښې به ېٔ دَ غریب ټبر ازاد سړے وژلو اؤ دَ درنې کورنۍ دَ ښځې پهٔ بدل کښې به ېٔ دَ غریبې کورنۍ سړے وژلو۔ دَ سردار پهٔ بدل کښې به ېٔ نور دوه کسان وژل۔ پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته دَ قصاص حکم ښهٔ پهٔ تفصیل سره بیان شوے دے۔ دَ قصاص معنٰی ده برابری کؤل۔ یعنی تاسو چې دا رواج جوړ کړے دے چې دَ مالدار اؤ غریب فرق کویٔ دا باطل دے۔ روح دَ ټولو بنیادمو یو شان دے غریب وی کهٔ امیر ، درنه کورنۍ وی کهٔ کمزورې ، عالم وی کهٔ جاهل، ځوان وی کهٔ بوډا، روغ وی کهٔ رنځور۔ روغ جوړ اؤ ړوند ګوډ پهٔ قصاص کښې برابر دی ( هم هغه سړے به قتل کیږی چا چې قتل کړے وی کهٔ هغه روغ وی کهٔ ړوند ګوډ۔ امیر وی کهٔ غریب۔ دَ یو پهٔ بدل کښې بل نهٔ شی قتل کېدے)
فائده: پهٔ وړومبنی آیت کښې دَ نیکیٔ اصول وښیٔلی شو کومو باندې چې دَ هدایت اؤ مغفرت انحصار وهٔ اؤ دَ هغې پهٔ ضمن کښې دې طرف ته هم اشاره وشوه چې اهلِ کتاب پهٔ دې اصولو پوره عمل نهٔ کوی۔ اوس مسلمانانو ته خطاب کوی اؤ دَ نیکیٔ جانی اؤ مالی اؤ دَ معاملې مختلفې خبرې ورته ښئی۔ پهٔ دې خبرو هم هغه کسان عمل کؤلے شی دَ چا چې پهٔ پورتنو اصولو یقین وی۔ اصل مقصد خو مسلمانانو ته احکام ښودل دی خو دَ هغې پهٔ ضمن کښې دې طرف ته هم اشاره ده چې یهودو اؤ عربو چې دَ قصاص کومه طریقه روانه کړے ده دا دَ الله دَ حکم نه خلاف ده اؤ دوی دَ خپل نفس پهٔ خواهش ورکښې کمې زیاتې کړے دے نو معلومه شوه چې دوی نهٔ پهٔ خپل کتاب پوره ایمان راؤرے دے اؤ نهٔ پهٔ نبیانو اؤ نهٔ دَ الله تعالیٰ سره کړے دعدې ترسره کوی اؤ نهٔ دَ سختیٔ پهٔ وخت کښې صبر کوی۔ دَ یو رشته دار دَ قتل پهٔ وجه به دومره نهٔ بې صبره کېدل چې دَ الله تعالیٰ دَ کتاب حکم شاته غورزوی اؤ دَ هغهٔ پهٔ بدل کښې بې ګناه خلق قتلوی۔
ف۲۶۳: یعنی دَ هر آزاد سړی پهٔ بدل کښې بس هم هغه یو سړے چا چې قتل کړے دے۔ دا نهٔ ده چې دَ قاتل پهٔ بدل کښې دَ هغهٔ دَ ټبر هر سړے چې پهٔ لاس ورغلو ۔ بس صرف هم هغه یو قاتل به قتل کؤلے شی۔ نهٔ بل سړے وژلے شی اؤ نهٔ دَ یو بدل کښې دَ یو نه زیات۔ مقتول کهٔ هر څومره لوئے سردار یا ډېر مالدار وی اؤ قاتل کهٔ هر څومره غریب یا دَ کمزورې کورنۍ وی بس هم هغه یو قاتل قصاص کښې قتل کؤلے شی دَ هغهٔ بدل کښې بل بې ګناه وژل جائز نهٔ دی۔
ف۲۶۴: دَ غلام پهٔ بدل کښې به صرف هم هغه غلام قتل کیږی چا چې قتل کړے وی، دا نه چې دَ لوئی سړی دَ غلام پهٔ بدل کښې دَ بل طرف نه آزاد قتل شی۔
ف۲۶۵: دَ ښځې دَ قتل پهٔ بدله کښې به صرف هم هغه ښځه قتل کؤلے شی کومې چې قتل کړے وی۔ کهٔ دَ یو کمزورې کورنۍ ښځې دَ یو درنې کورنۍ ښځه قتل کړه نو هم هغه ښځه به قصاص کیږی۔ دا نهٔ چې دَ هغې پهٔ بدل کښې دَ کمزورې کورنۍ سړے بې ګناه قتل شی چې دا زمونږ ساری نهٔ دی بلکې بنیادم ټول دَ یو بل ساری دی۔ دَ مال پهٔ کمی زیاتی څوک دَ یو بل نه زیاتیږی نه۔ دَ اسلام حکم دا دے چې پهٔ قصاص کښې به دَ مساوات خیال ساتلې شی۔ زیاتے به پهٔ هېڅ حال کښې نهٔ شی کؤلے۔ لکه عربو اؤ یهودو چې به کؤلو۔
فائده: باقی پاتې شوه دا خبره کهٔ یو آزاد سړی یو غلام قتل کړو نو دَ هغهٔ قصاص به څنګه اخستے شی؟ پهٔ آیت کښې دَ دې تفصیل نشته اؤ دَ امامانو پکښې اختلاف دے۔ امام ابو حنیفهؒ دَ آیت” اِنَ٘ النَ٘فۡسَ بِالنَ٘فۡسِ “اؤ دَ حدیث” اَلۡمُسۡلِمُوۡنَ تَتَکَافَئُوۡا“ نه دلیل نیسی چې قصاص به اخستے شی اؤ قاتل به دَ مقتول پهٔ بدل کښې قتل کؤلے شی څنګه چې ځوان اؤ بوډا۔ روغ اؤ رنځور قصاص کښې برابر دی۔ دغسې آزاد غلام اؤ نر اؤ ښځه هم برابر دی۔ پهٔ دې شرط چې دا مقتول غلام خپل مالک نهٔ وی قتل کړے۔ دَ دې حکم جدا دے۔ هم دغه شان که یو مسلمان سړی یو ذمی کافر قتل کړو نو دَ هغهٔ بدله کښې دا مسلمان قتلؤلے شی ( دَ امام صاحب پهٔ مذهب) البته کهٔ یو مسلمان سړی یو کافر حربی قتل کړو نو دَ هغې دَ قصاص هېڅوک هم قائل نهٔ دی۔
ف۲۶۶: یعنی دَ مقتول پهٔ وارثانو کښې کهٔ څهٔ کسان هم قصاص معاف کړی نو اوس به قاتل پهٔ قصاص کښې قتل کؤلے نهٔ شی۔ خو کتې به شی چې دې وارثانو بالکل دَ الله پهٔ نامه معاف کړے دے اؤ کهٔ نه پهٔ شرعی دیت اخستو یادَ صلح پهٔ ذریعه څهٔ فدیه اخستو باندې راضی شوی دی۔ کهٔ اول شکل وی نو دا باقی وارثان به ېٔ هم دَ الله پهٔ نامه معاف کړی اؤ دیت یا قصاص هېڅ به ترېنه نهٔ شی اخستے۔ اؤ پهٔ دویم شکل کښې پکار دی چې دا باقی وارثان هم دیت قبول کړی یا صلح وکړی۔ اؤ قاتل ته پکار دی چې باقی وارثانو ته دې دیت خپله حصه یا دَ صلح مال ښهٔ پهٔ رضا اؤ خوښیٔ ادا کړی۔
ف۲۶۷: یعنی مسلمانانو ته دا اختیار ورکؤل چې پهٔ قصدًا قتل کښې قصاص اخلی، کهٔ دیت اخلی اؤ کهٔ قاتل بالکل معاف کوی۔ دَ الله تعالیٰ لویه مهربانی ده قاتل اؤ دَ مقتول وارثانو دپاره آسانی ده ، پهٔ نورو مذهبونو کښې دا اختیار نهٔ وهٔ پهٔ یهودیانو باندې خامخا قصاص مقرر وهٔ اؤ پهٔ عسایانو خامخا دیت اخستل وو یا بالکل معاف کؤل وو۔
ف۲۶۸: یعنی دَ دې آسانتیا اؤ مهربانیٔ نه پس هم کهٔ څوک پهٔ دې حکم عمل نهٔ کوی اؤ دَ جاهلیت پهٔ دستور زیات غواړی یا دَ صلح اؤ دیت قبلؤلو یا معافی ورکؤلو نه پس هم بدل اخلی نو دَ هغهٔ دپاره پهٔ اخرت کښې سخت عذاب دے اؤ دنیا کښې به هم سزا ورکؤلے شی۔ دغه بدل به ېٔ بې ګناه قتل ګڼلے شی اؤ قصاص به ترې اخستے شی۔
وَ لَكُمْ فِی الْقِصَاصِ حَیٰوةٌ یّٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ۝۱۷۹
اؤ ستاسو دپاره پهٔ قصاص کښې لوئے ژوند دے اے عقل مندو ف۲۶۹ چې تاسو ځان ساتیٔ۔ ف۲۷۰
ف۲۶۹: یعنی دَ قصاص حکم پهٔ ظاهره خو ګران دے لېکن هوښیاران پوهېږی چې پهٔ دې کښې ستاسو دپاره لوئے ژوند دے۔ اول خو به دَ قصاص دَ ویرې څوک بې ګناه قتل نهٔ کوی اؤ کهٔ وشی نو دَ مقتول وارثان به پهٔ قصاص مطمیٔن شی اؤ فساد به نور نهٔ وږدیږی۔ دَ اسلام نه مخکښې عربو کښې داسې وه چې قاتل ته به چا نهٔ کتل خو دَ هغې ټبر سړے به ېٔ پهٔ بدل کښې وژلو۔ بیا به هغوی دَ هغې قتل بدل اخستو اؤ دا بدی به تر کالونو چلېده۔ پهٔ سوونو خلق به پکښې مړهٔ شول۔ قبیلې به تباه و برباد شوې۔ خو چې خاص دَ قاتل نه بدل واخستے شی نو دا نور خلق ټول بچ شو اؤ محفوظ شو ، ژوندی پاتی شو اؤ دا معنٰی ېٔ هم کېدے شی چې دې کښې دَ قاتل دپاره پهٔ آخرت کښې ژوند دے۔
ف۲۷۰: یعنی چې دَ قصاص دَ ویرې دَ قتل نه ځان وساتیٔ یا دَ قصاص پهٔ وجه دَ آخرت دَ عذاب نه بچ شیٔ۔ یا دا چې تاسو ته دَ قصاص حکمت اؤ راز معلوم شو نو اوس دَ قصاص دَ مخالفت نه ځان وساتیٔ۔
كُتِبَ عَلَیْكُمْ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ اِنْ تَرَكَ خَیْرَا١ۖۚ اِ۟لْوَصِیَّةُ لِلْوَالِدَیْنِ وَ الْاَقْرَبِیْنَ بِالْمَعْرُوْفِ١ۚ حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَؕ۝۱۸۰
فرض کړې شو پهٔ تاسو باندې ، کله چې حاضر شی پهٔ تاسو کښې چا ته مرګ ، پهٔ دې شرط چې پرېږدی څهٔ مال، وصیت کؤل دَ مور پلار دپاره۔ اؤ خپلوانو دپاره پهٔ انصاف سره۔ دا حکم ضروری دے پرهېزګارو باندې۔ ف۲۷۱
ف۲۷۱: وړومبے حکم دَ مړی دَ ځان متعلق وهٔ۔ اوس ېٔ دَ مال متعلق حکم دے۔ دَ عربو دا قائده وه چې دَ مړی مال به یواځې دَ هغهٔ ځامنو ته ورکېدے شو۔ دَ مور پلار یا نورو خپلوانو پکښې څهٔ برخه نهٔ وه۔ پهٔ دې آیت کښې حکم وشو چې ټولو خپلوانو ته پهٔ انصاف سره خپله برخه ورکؤل پکار دی۔ پهٔ مړی باندې دَ دې متعلق وصیت کؤل فرض شو چې زما پهٔ مال کښې فلانی ته دومره ورکړیٔ اؤ فلانی ته دومره۔ دا حکم هغه وخت کښې وهٔ چې دَ میراث آیت نهٔ وهٔ نازل شوے۔ کله چې پهٔ سورهٔ نساء کښې دَ میراث آیت نازل شو۔ الله تعالیٰ هر چا دپاره خپله حصه مقرر کړه نو اوس مړی ته دَ وصیت کؤلو ضرورت پاتې نهٔ شو۔ هر حقدار ته به خپله خپل حق رسی۔ البته وصیت کؤل اوس هم دَ ثواب کار دے۔ لېکن دَ وراثت دپاره وصیت جائز نهٔ دے۔ (یعنی وراث ته دَ خپل شرعی حق نه زیات ورکؤل جائز نهٔ دی ځکه چې دَ دې اثر پهٔ نورو وارثانو پرېوزی اؤ دَ هغوی حق وهلے شی) اؤ دَ مال دَ دریمې برخې نه زیات کښې وصیت هم جائز نهٔ دے۔ البته کهٔ پهٔ چاباندې څهٔ قرض یا ورسره دَ چا امانت پروت وی نو دَ هغې دپاره پرې وصیت اوس هم فرض دے چې اول هغه حقونه ادا شی اؤ دَ مړی غاړه خلاصه شی نو وروستو به باقی مال پهٔ وارثانو تقسیم کیږی۔
فَمَنْۢ بَدَّلَهٗ بَعْدَ مَا سَمِعَهٗ فَاِنَّمَاۤ اِثْمُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یُبَدِّلُوْنَهٗ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌؕ۝۱۸۱
بیا چا چې بدل کړو دا وصیت پس دَ اورېدو نه ، نو دَ هغې ګناه هم پهٔ هغه چا ده چا چې بدل کړے وی۔ بې شکه الله اورېدونکے پوهېدونکے دے۔ ف۲۷۲
ف۲۷۲: یعنی کهٔ مړی خپل وصیت پهٔ انصاف سره وکړو لېکن وروستو خلقو پهٔ هغې پوره عمل ونهٔ کړو نو پهٔ مړی دَ دې څهٔ ګناه نشته ، هغهٔ خپله غاړه خلاصه کړه۔ دَ دې ګناه پهٔ هغه چا ده چا چې نقصان کړے وی۔ بېشکه الله تعالیٰ هر څهٔ آؤری اؤ دَ هر چا نیتونه ورته معلوم دی۔
فَمَنْ خَافَ مِنْ مُّوْصٍ جَنَفًا اَوْ اِثْمًا فَاَصْلَحَ بَیْنَهُمْ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۱۸۲
بیا کهٔ څوک خطره کوی دَ وصیت کؤنکی نه دَ طرفداریٔ یا ګناه ، اؤ دَ هغوی پهٔ مینځ کښې صلح وکړیٔ ، نو پهٔ هغهٔ هېڅ ګناه نشته ، ف۲۷۳ بې شکه الله ډېر بخښونکے ډېر مهربانه دے۔ ف۲۷۴
ف۲۷۳: یعنی کهٔ چا ته دَ مړی دَ طرف نه دا خطره وی چې هغهٔ پهٔ څهٔ وجه پهٔ وصیت کښې غلطی کړے ده یا ېٔ دَ چا بې ځایه لحاظ کړے دے اؤ وصیت ېٔ دَ شرعی قانون خلاف کړے دے نو کهٔ څوک دَ وصیت خاوندانو اؤ وارثانو ترمینځه صلح وکړی اؤ پهٔ وصیت کښې څهٔ رد و بدل وکړی چې وصیت دَ شریعت دَ حکم سره مطابق شی نو پهٔ دې کښې څه ګناه نشته۔ وصیت کښې داسې تبدیلی جائز ده بلکې ښهٔ ده چې مړے دَ ګناه نه بچ شی۔
ف۲۷۴: یعنی الله تعالیٰ خو ګناهونه معاف کوی نو چا چې دَ اصلاح دپاره څهٔ تبدیلی کړے وی هغه به ولې نهٔ معاف کوی۔ یا دا کهٔ چا اول څهٔ ناجائز وصیت کړے وی اؤ بیا پهٔ ژوند دَ هغې نه واپس شی دَ غلطیٔ اصلاح وکړی نو الله تعالیٰ به ورته دا غلطی معاف کړی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَیْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ۝۱۸۳
اے مؤمنانو فرض کړې شوه پهٔ تاسو باندې روژه ، لکه څنګه چې فرض کړې شوے وه ستاسو نه مخکښینیو باندې، ف۲۷۵ دَ دې دپاره چې تاسو پرهېزګار شیٔ۔ ف۲۷۶
ف۲۷۵: دا حکم دَ روژې متعلق دے۔ روژه دَ اسلام پهٔ پنځو ارکانو کښې غټ رکن دے۔ دا دَ آدم علیه السّلام دَ زمانې راسې پهٔ ټولو الهامی مذهبونو کښې راغلے ده خو دَ ورځو پهٔ شمار اؤ روژې نیولو پهٔ طریقه کښې لږ لږ اختلاف شته۔ روژه دَ نفس پرستو دپاره ډېره ګرانه ده ځکه ېٔ دومره تاکیدی الفاظو سره بیان شوے دے۔
ف۲۷۶: یعنی روژه کښې نفس دَ خپلو خوښو څیزونو نه منع کېدو باندې عادت شی نو دَ نورو هغه کارونو نه کوم چې شریعت کښې منع دی ، ځان بچ کؤل بنده ته آسان شی۔ نو تاسو به پرهېزګار شیٔ اؤ دَ شریعت پهٔ نورو احکامو به درته عمل کؤل آسان شی۔ دَ روژې غټه فائده دا ده چې دې کښې دې نفس خواهشات کمزوری شی اؤ دَ سرکش نفس اصلاح وشی۔ نو دَ شریعت کوم احکام چې پهٔ نفس درانهٔ وی هغه ورته آسان شی۔ پهٔ یهودو اؤ عیسایانو هم دَ رمضان روژې فرض شوے وې خو هغوی پکښې دَ خپل نفس پهٔ خواهش اؤ پهٔ خپل رائے رد و بدل وکړو۔ پهٔ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ کښې دې طرف ته اشاره ده چې اے مسلمانانو تاسو ځان وساتیٔ چې دَ هغوی پهٔ شان نافرمانی ونهٔ کړیٔ۔
اَیَّامًا مَّعْدُوْدٰتٍ١ؕ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِیْضًا اَوْ عَلٰی سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ اَیَّامٍ اُخَرَ١ؕ وَ عَلَی الَّذِیْنَ یُطِیْقُوْنَهٗ فِدْیَةٌ طَعَامُ مِسْكِیْنٍ١ؕ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَیْرًا فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ١ؕ وَ اَنْ تَصُوْمُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۱۸۴
دَ شمار څو ورځې دی، ف۲۷۷ بیا کهٔ څوک پهٔ تاسو کښې ناروغه وی یا مسافر وی نو پهٔ هغوی باندې دَ هغې پهٔ شمار دی نورو ورځو کښې، ف۲۷۸ اؤ څوک چې دَ روژې طاقت لری ، دَ هغهٔ پهٔ ذمه بدله ده دَ یو فقیر خوراک، ف۲۷۹ بیا چې څوک پهٔ خپله خوښه نیکی کوی، نو ښهٔ ده دَ هغهٔ دپاره۔ ف۲۸۰ اؤ کهٔ څوک روژه وساتی تو تاسو دپاره بهتره ده۔ کهٔ تاسو پوهېږیٔ۔ ف۲۸۱
ف۲۷۷: دَ شمېر څو ورځو نه دَ رمضان میاشت مراد ده لکه وروستو بل آیت کښې چې راځی۔
ف۲۷۸: بیا دَ شمېر پهٔ دې لږو ورځو کښې هم الله تعالیٰ دا احسان وکړو چې بیمار مسافر ته اختیار دے کهٔ پهٔ دې ورځو کښې ورته تکلیف وی نو چې کله ورته آسانے وی بیا نورو ورځو کښې دې ونیسی خو دغه شمېر دې پوره کړی۔ پهٔ نورو ورځو کښې بیا قضا روژې ټولې پهٔ یو ځاېٔ نیسی اؤ کهٔ لږې لږې څنګه چې ورته آسانه وی۔
ف۲۷۹: دا حکم دَ اسلام پهٔ اولو ورځو کښې وهٔ چې خلق دَ روژې سره بالکل عادت نهٔ وو چې دَ یوې ورځې خپل خوراک ېٔ مسکین ته ورکړو نو ګویا خپل ځان ېٔ پهٔ دغه ورځ دَ خوراک نه منع کړو نو دَ ورژه دار پهٔ شان شو نو پهٔ مخه یو میاشت روژې نیول ورته ګران وو۔ مطلب دا دے چې کهٔ ناروغه یا مسافر نهٔ وی دَ روژې طاقت لری خو روژه نیول ورته ګران وی۔ یو مسکین ته دې دواړه وخته روټۍ ورکړی۔ بیا چې خلق ورسره عادت شو نو دا حکم منسوخ شو اؤ دا ورپسې آیتونه نازل شو۔ ځنې عالمانو دې آیت نه صدقهٔ فطر مراد اخستے دے۔ یعنی چې روژې خلاصې شی نو چې دَ چا طاقت وی صدقهٔ فطر دې دَ وړوکی اختر پهٔ ورځ ورکړی۔ صدقهٔ فطر نیم صاع دَ غنمو (تقریبًا دوه سېره کچه) اؤ یو صاع دَ وربشو دے۔ پهٔ دې معنٰی بیا دا آیت منسوخ نهٔ دے اؤ څوک چې دَ دې نه دا مطلب اخلی چې اوس هم اجازت شته کهٔ دَ چا طاقت وی اؤ روژه نهٔ نیسی فدیه ورکوی دا خېر دے۔ نو هغه خو جاهلان دی اؤ یا بې دینه دی۔
ف۲۸۰: یعنی کهٔ دَ یوې ورځې دَ خوراک نه زیات ورکړی یا دَ یو مسکین نه زیاتو ته دوه وخته ورکړی نو دَ نیکیٔ کار دے ، ډېر بهتر اؤ دَ ثواب کار دے۔
ف۲۸۱: یعنی کهٔ تاسو دَ روژې پهٔ فضیلت اؤ ثواب پوهېږیٔ نو روژه نیول درته دَ فدیئے ورکؤلو نه ښهٔ دی۔ نو ورژه نیؤلو کښې سستی مهٔ کویٔ۔
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ فِیْهِ الْقُرْاٰنُ هُدًی لِّلنَّاسِ وَ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الْهُدٰی وَ الْفُرْقَانِ١ۚ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْیَصُمْهُ١ؕ وَ مَنْ كَانَ مَرِیْضًا اَوْ عَلٰی سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ اَیَّامٍ اُخَرَ١ؕ یُرِیْدُ اللّٰهُ بِكُمُ الْیُسْرَ وَ لَا یُرِیْدُ بِكُمُ الْعُسْرَ١٘ وَ لِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰی مَا هَدٰىكُمْ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۱۸۵
میاشت دَ رمضان ده هغه چې نازل شوے دے پکښې قرآن، هدایت دے دَ خلقو دپاره اؤ ښکاره دلیلونه، دَ لارې موندو اؤ حق اؤ باطل جدا کؤلو، ف۲۸۲ نو څوک چې ومومی پهٔ تاسو کښې دا میاشت نو ضرور دې روژه ونیسی دَ دې۔ ف۲۸۳ اؤ څوک چې ناروغه دی یا مسافر دی نو هغهٔ ته شمار پوره کؤل پکار دی دَ نورو ورځو نه، ف۲۸۴ غواړی الله تعالیٰ پهٔ تاسو باندې آسانی۔ اؤ نهٔ غواړی پهٔ تاسو سختی اؤ چې تاسو پوره کړیٔ شمېره اؤ پهٔ لوییٔ وستائی الله پهٔ دې چې تاسو ته ېٔ هدایت کړے دے اؤ چې تاسو احسان ومنیٔ۔ ف۲۸۵
ف۲۸۲: پهٔ حدیث شریف کښې راغلی دی چې دَ ابراهیمؑ صحیفې اؤ تورات اؤ انجیل ټول آسمانی کتابونه پهٔ رمضان شریف کښې نازل شوی دی اؤ قرآن شریف هم پهٔ رمضان شریف کښې دَ څلیریشتم پهٔ شپه دَ لوحِ محفوظ نه اول آسمان ته ټول پهٔ یو ځاېٔ نازل شوے وهٔ۔ بیا ورو ورو لږ لږ وخت پهٔ وخت څومره چې ضرورت وهٔ پهٔ رسول اللهﷺ نازلېدو اؤ پهٔ هر رمضان کښې به جبرئیل علیه السّلام دَ رسول اللهﷺ سره دَ نازل شوی قرآن دور کؤلو اؤ هغوی سره به ېٔ ټول بیا تېرؤلو۔ دَ دې ټولو خبرو نه دَ رمضان شریف فضیلت اؤ دَ قرآن شریف سره دَ هغې مناسبت اؤ خصوصیت ښهٔ څرګندیږی۔ پهٔ دې وجه رمضان کښې پهٔ ترویحو کښې دَ قرآن مجید ختم سنت اؤ ډېر ثواب دے اؤ پهٔ دې میاشت کښې دَ قرآن شریف تلاوت ډېر ډېر پکار دے۔
ف۲۸۳: یعنی چې دَ دې میاشتې فضیلت درته معلوم شو نو اوس پهٔ دې میاشت کښې روژه ضرور ساتیٔ اؤ دَ آسانتیا دپاره چې مخکښې دَ فدیې کوم اجازت درکړې شوے وهٔ هغه اوس موقوف شو۔
ف۲۸۴: دَ دې عام حکم نه دا معلومېده چې دَ مریض اؤ مسافر اجازت به هم ختم شوے وی۔ پهٔ هغوی به هم روژه نیؤل ضروری وی۔ پهٔ دې وجه دَ مریض اؤ مسافر متعلق حکم دوباره بیان شو چې هغوی ته اجازت دے کهٔ رمضان کښې نیؤل ورته تکلیف وی نو قضا دې پهٔ نورو ورځو کښې بیا پوره کړی۔
ف۲۸۵: مطلب دا چې الله تعالیٰ چې مریض اؤ مسافر ته دَ نهٔ نیولو کوم اجازت ورکړے دے نو پهٔ دې لحاظ چې تاسو باندې تکلیف رانهٔ شی اؤ دا هم ضروری ده چې دغه شمېر پوره کړیٔ چې ثواب مو پوره شی نو پهٔ دې اجازت، مهربانیٔ اؤ رحم باندې تاسو دَ الله تعالیٰ شکر ادا کړیٔ ، دَ هغهٔ احسان ومنیٔ اؤ ډېره ډېره ثنا وواییٔ۔
وَ اِذَا سَاَلَكَ عِبَادِیْ عَنِّیْ فَاِنِّیْ قَرِیْبٌ١ؕ اُجِیْبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ١ۙ فَلْیَسْتَجِیْبُوْا لِیْ وَ لْیُؤْمِنُوْا بِیْ لَعَلَّهُمْ یَرْشُدُوْنَ۝۱۸۶
اؤ کله چې تا نه تپوس وکړی زما بندیان زما متعلق ، نو زهٔ خو نژدے یم ، قبلؤمه دعا دَ دعا غوښتونکی کله چې زما نه دعا وغواړی ۔ نو پکار ده چې هغوی زما حکم ومنی اؤ پهٔ ما یقین وکړی چې نېکې لارې ته راشی۔ ف۲۸۶
ف۲۸۶: دَ اسلام پهٔ اؤلو ورځو کښې دا حکم وهٔ چې دَ روژې پهٔ ماښام خوراک څښاک اؤ ښځو ته دَ نژدېکت اجازت وو۔ خو دَ اودهٔ کېدو نه پس بیا اجازت نهٔ وهٔ۔ ځنې کسانو نه دا غلطی وشوه چې دَ خوب نه پس دَ صبا کېدو نه مخکښې ښځو ته نژدے شو بیا ېٔ رسول اللهﷺ سره دَ خپلې غلطیٔ اقرار وکړو اؤ دَ هغهٔ نه ېٔ دَ معافیٔ دپاره دَ دعا خواست وکړو نو الله تعالی دَ هغوی توبه قبوله کړه اؤ دَ رمضان پهٔ شپه تر سحره پورې خوراک اؤ نژدېکت دواړه جائز شو اؤ زوړ حکم منسوخ شو۔ پهٔ مخکښې آیت کښې حکم شوے وهٔ چې دَ الله تعالیٰ لوئی بیانویٔ ، نو ځنې کسانو دَ رسول الله صلی الله علیه وسلّم نه تپوس وکړو چې زمونږ رب لرے دے چې پهٔ زوره ېٔ ثنا وایو کهٔ نژدے چې پهٔ ورو ورو ېٔ وایو۔ نو الله تعالی فرمائی چې زهٔ خو تا سره نژدے یم۔ ستاسو هره خبره آورم، ور وی کهٔ پهٔ زوره۔ اؤ ځنې موقعه باندې چې پهٔ زوره دَ تکبیر حکم دے دَ هغې حکمت بل دے ، دا نهٔ چې الله تعالیٰ پهٔ رو خبره نهٔ اوری۔
اُحِلَّ لَكُمْ لَیْلَةَ الصِّیَامِ الرَّفَثُ اِلٰی نِسَآىِٕكُمْ١ؕ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَ اَنْتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ١ؕ عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَیْكُمْ وَ عَفَا عَنْكُمْ١ۚ فَالْـٰٔنَ بَاشِرُوْهُنَّ وَ ابْتَغُوْا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ١۪ وَ كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكُمُ الْخَیْطُ الْاَبْیَضُ مِنَ الْخَیْطِ الْاَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ١۪ ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّیَامَ اِلَی الَّیْلِ١ۚ وَ لَا تُبَاشِرُوْهُنَّ وَ اَنْتُمْ عٰكِفُوْنَ١ۙ فِی الْمَسٰجِدِ١ؕ تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ فَلَا تَقْرَبُوْهَا١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ۝۱۸۷
حلال دی تاسو ته دَ روژې پهٔ شپه کښې بې پردې کېدل دَ خپلو ښځو سره ، ف۲۸۷ هغوی ستاسو جامې دی ، اؤ تاسو دَ هغوی جامې ییٔ۔ ف۲۸۸ الله تعالیٰ خبر دے چې تاسو خیانت کؤلو دَ خپلو ځانونو سره۔ ف۲۸۹ نو توبه ېٔ قبوله کړه ستاسو اؤ معافی ېٔ درکړه۔ نو اوس تاسو نژدے کېږیٔ ښځو ته اؤ غواړیٔ هغه چې لیکلی دی تاسو ته الله، ف۲۹۰ اؤ خوریٔ اؤ څښیٔ تر دې چې صفا ښکاره شی تاسو ته دَ سحر سپینه لیکه جدا دَ تورې لیکې نه دَ سحر۔ ف۲۹۱ بیا پوره کړیٔ روژه تر شپې پورې۔ ف۲۹۲ اؤ مهٔ نژدے کېږیٔ ښځو ته کله چې تاسو پهٔ اعتکاف کښې ویٔ پهٔ جماعت کښې۔ ف۲۹۳ دا حدونه مقرر کړی دی الله نو تاسو دې ته مهٔ ورزیٔ۔ هم دغه شان بیانوی الله خلقو ته خپل آیتونه۔ چې هغوی ځان ساتی ف۲۹۴
ف۲۸۷: پهٔ رمضان کښې چې مخکښې دَ خوب نه پس خوراک اؤ ښځو ته نژدے کېدل منع وو هغه حکم ختم شو اوس دا سهولت درکړې شو چې تر صبا پورې خوراک هم کؤلے شیٔ اؤ ښځې ته هم نژدے کېدے شی۔
ف۲۸۸: دَ جامو اؤ پوشاک نه مطلب ډېر نژدېکت اؤ یو والې دے۔ لکه څنګه چې جامه بدن پورې جخته وی دغسې ښځه خاوند هم سره جخت وی۔ زړونه ېٔ یو بل پورې تړلی وی۔
ف۲۸۹: دَ خپل نفس سره دَ خیانت مطلب دا دے چې صبر مو نهٔ شو کؤلے۔ دَ خوب نه پس هم ښځو ته نژدے کېدیٔ نو ځان مو ګنهګارؤلو اؤ دَ عذاب حقدار کېدیٔ نو دا دَ خپل ځان سره خیانت دے چې ثواب کښې مو نقصان راتلو اؤ دَ عذاب حقدار کیدیٔ نو الله تعالیٰ تاسو معاف کړیٔ اؤ دا حکم ېٔ منسوخ کړو۔ اوس دَ خوب نه پس هم تر سحره اجازت دے۔
ف۲۹۰: یعنی الله تعالیٰ چې ستاسو دپاره په تقدیر کښې کوم اولاد مقرر کړے دے دَ ښځو سره نژدېکت نه مطلب دغه اولاد دَ حاصلول اؤ دَ نسل زیاتول دی۔ تش دَ مزې اؤ عیش عشرت دپاره نژدېکت مهٔ کویٔ۔ دې کښې دَ ضبط تولید اؤ لواطت نه منع کېدو طرف ته هم اشاره ده اؤ دَ عیش عشرت نه منع کؤل مقصود دی۔
ف۲۹۱: یعنی څنګه چې دَ رمضان پهٔ شپو کښې ښځو ته دَ نژدېکت اجازت دے دغسې تر سحره پورې دَ خوراک څښاک هم اجازت دے۔
ف۲۹۲: یعنی دَ صبح صادق راختو نه تر ماښام پورې روژه پوره کړیٔ۔ دَ دې نه دا معلومه شوه چې داسې مسلسل روژې نیؤل چې دَ شپې هم افطار ونهٔ کړی مکروه دی۔
ف۲۹۳: یعنی پهٔ رمضان کښې خو دَ شپې ښځو ته دَ نژدے کېدو اجازت شته خو دَ اعتکاف پهٔ حالت کښې اجازت نشته۔ نهٔ دَ شپې نهٔ دَ ورځې۔
ف۲۹۴: یعنی دَ روژې اؤ اعتکاف متعلق چې دا کومې قاعدې بیان شوې، دا الله تعالیٰ مقرر کړی دی۔ دَ دې خلاف هرګز نهٔ دې پکار یعنی پهٔ دې کښې دَ چا دَ رائے یا دلیل څهٔ ګنجائش نشته۔ نهٔ ورکښې څهٔ تبدیلی کېدے شی۔
وَ لَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَ تُدْلُوْا بِهَاۤ اِلَی الْحُكَّامِ لِتَاْكُلُوْا فَرِیْقًا مِّنْ اَمْوَالِ النَّاسِ بِالْاِثْمِ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۠۝۱۸۸
اؤ مهٔ خوریٔ دَ یو بل مالونه خپلو کښې پهٔ ناحقه، ف۲۹۵ اؤ مهٔ رسویٔ دا مالونه حاکمانو ته چې وخوری څهٔ حصه دَ خلقو دَ مالونو پهٔ ظلم سره اؤ تاسو ښهٔ پوهېږیٔ۔ ف۲۹۶
ف۲۹۵: دَ روژې نه دَ نفس پاکی مقصد وه نو اوس دَ مال دَ پاکیٔ حکم بیانیږی۔ چې حلال مال خو صرف دَ روژې پهٔ ورځو کښې خوړل منع دی اؤ حرام مال ټول عمر خوړل منع دی۔ حرام مال لکه غلا ، خیانت، دوکه ، رشوت ، جواری ، یا دَ چا نه پهٔ زور مال اخستل یا سود وغېره هر وخت حرام دی۔ اؤ پهٔ دې طریقو مال حاصلول ټول عمر منع دی۔
ف۲۹۶: یعنی ظالمانو حکمانو ته دَ چا دَ مال حال مهٔ واییٔ۔ اؤ حاکمانو ته رشوت مهٔ ورکویٔ چې پهٔ دې طریقه حاکم دَ ځان ملګرې کړیٔ اؤ دَ بل چا مال پهٔ زور ظلم لاندې کړیٔ یا پهٔ دروغه ګواهیٔ یا پهٔ دروغه قسم یا پهٔ دروغه دعوه دَ بل مال مهٔ لاندې کویٔ (بالباطل)۔
حالانکې تاسو ښهٔ پوهیږیٔ چې دا دعوه ناحق ده۔
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَهِلَّةِ١ؕ قُلْ هِیَ مَوَاقِیْتُ لِلنَّاسِ وَ الْحَجِّ١ؕ وَ لَیْسَ الْبِرُّ بِاَنْ تَاْتُوا الْبُیُوْتَ مِنْ ظُهُوْرِهَا وَ لٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقٰی١ۚ وَ اْتُوا الْبُیُوْتَ مِنْ اَبْوَابِهَا١۪ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۝۱۸۹
دوی تپوس کوی ستا نه دَ نوے میاشتې ف۲۹۷ ورته ووایه ، دا وختونه مقرر شوی دی دَ خلقو دپاره اؤ دَ حج دپاره ف۲۹۸ اؤ نیکی دا نهٔ دَ چې تاسو کورونو ته راشیٔ دَ شاه مخې۔ لېکن نیکی دا ده چې څوک وویریږی دَ الله نه ، اؤ کورونو ته ننوځی پهٔ خپلو ورونو اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ ، چې تاسو خپل مراد ته ورسیٔ ف۲۹۹
ف۲۹۷: نمر ټول عمر یو شان دے۔ اؤ میاشت کله نرۍ شی ، کله غټه ، کله څرګنده شی کله پټه نو خلقو دَ رسول اللهﷺ نه دَ دې تپوس کؤلو چې دا ولې داسې کیږی۔ دَ دې نه مخکښې دَ رمضان اؤ روژې حکم بیان شو اوس دَ میاشتې ذکر راغلو اؤ دَ دواړو تعلق څرګند دے ۔ چې رمضان کښې دَ میاشتې پهٔ لیدو روژې نیؤلے شی۔ مخکښې دَ حج احکام بیانیږی۔ دَ هغې تعلق هم دَ میاشتې سره دے۔ حج هم پهٔ مقررو میاشتو کښې ادا کیږی دَ رمضان خو یا پهٔ نورو میاشتو کښې قضا هم کېدے شی خو دَ حج دغه میاشتې مقرر دی۔ قضا به ېٔ هم پهٔ دغه میاشتو کښې کیږی نورو کښې نهٔ شی کېدے۔
ف۲۹۸: یعنی دوی ته ووایه چې دَ میاشتې دا بدلی رابدلی دَ دې دپاره ده چې خلقو ته دَ خپلو عبادتونو لکه روژه ، حج اؤ زکٰوة اؤ معاملاتو دَ قرض یا اجارې یا نورو کارونو وختونه صحیح صحیح معلومیږی۔ دَ حج خاص ذکر ځکه وشو چې نورو میاشتو کښې پهٔ بدلېدو څهٔ خاص فرق نهٔ راځی۔ خو حج صرف هم دې خاصو میاشتو کښې ادا کیږی ، نورو کښې نهٔ شی کېدے۔ ذی القعده۔ ذی الحجه۔ محّرم۔ رجب۔ دا څلور میاشتې اشهر حرم دَ عزت میاشتې بللے شی۔ دې کښې به عربو دَ جهالت پهٔ زمانه کښې جنګ جګړې اؤ ډاکې نهٔ کؤلے خو کهٔ کله به ورته دَ جنګ سخت ضرورت پېښ شو نو دَ میاشتې نوم به ېٔ بدل کړو مثلًا دَ محرم میاشت به وه نو هغې ته به ېٔ صفره ووې اؤ خپل کار به ېٔ وکړو دَ دې طریقې دَ منع کؤلو دپاره دا آیتونه راغلی دی چې میاشتې الله تعالیٰ مقرر کړی دی۔ دا دَ خپل ضرورت دپاره وړاندې وروستو کؤل جائز نهٔ دی۔
ف۲۹۹: دَ اسلام نه مخکښې پهٔ عربو کښې دا دستور وهٔ چې دَ حج نیت به ېٔ وتړلو نو کهٔ بیا به ېٔ کور ته دَ تلو څهٔ ضرورت پیښ شو نو پهٔ دروازه به نهٔ تلو۔ پهٔ دیوال به ېٔ دنګل یا به ېٔ شاته چنه کښې سورے وکړو پهٔ هغې به ننوتو اؤ دا ېٔ یو دَ نېکیٔ کار ګڼلو۔ الله تعالیٰ فرمائی دا غلط رواج دے ، دا څهٔ دَ نېکیٔ خبره نهٔ ده۔ اؤ مسلمانانو ته حکم کوی چې کهٔ ستاسو څهٔ ضرورت وی نو دَ احرام تړلو نه پس پهٔ خپله دروازه کورته ننوځیٔ څنګه چې نور کله ننوتیٔ۔
فائده: پهٔ وړومبی آیت کښې دَ حج ذکر وهٔ۔ اؤ دا هم دَ حج یو حکم وهٔ نو دلته بیان شو۔ ځنې عالمانو وئیلی دی چې پهٔ آیت کښې دَ اَهِلَّةِ نه مراد دَ حج میاشتې دی۔ شوال۔ ذی القعده اؤ لس ورځې دَ ذی الحجې۔ اصحابو هم دَ حج دَ میاشتې تپوس کړے وهٔ۔ چې صرف دغه میاشتې دی کهٔ نورو کښې هم کېدے شی۔ الله تعالیٰ فرمائی چې دَ حج دپاره هم دغه میاشتې مقررې دی پهٔ نورو کښې نهٔ کیږی۔ اؤ دَ حج پهٔ مناسبت احرام کښې کورته دَ ننوتو طریقه هم وښیٔلے شوه۔ دَ دې نه دا هم معلومه شوه چې دَ خپل ځان نه یو مباح کار پهٔ دین کښې داخلول اؤ هغه نیکی ګڼل جائز نهٔ دی۔ دَ دې نه دَ ډېرو بدعتونو بدی هم معلومه شوه۔
وَ قَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ وَ لَا تَعْتَدُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ۝۱۹۰
اؤ جنګ کویٔ دَ الله پهٔ لار کښې دَ هغه خلقو سره چې تاسو سره جنګ کوی ،ف۳۰۰ اؤ پهٔ چا زیاتے مهٔ کویٔ ف۳۰۱ بې شکه الله نهٔ خوښوی زیاتی کؤنکی۔
ف۳۰۰: دَ حضرت ابراهیم علیه السّلام دَ زمانې راسې مکه مکّرمه دارالامان وهٔ۔ خپل دښمن ته به هم دلته چا څهٔ نهٔ وې۔ اؤ ذی القعده۔ ذی الحجه۔ محرم۔ رجب۔ دا څلور میاشتې هم زبرګې وې۔ پهٔ دې کښې به عربو جنګونه نهٔ کؤل۔ ذی القعده سن ۶ھ کښې رسول اللهﷺ دَ اصحابو دَ یوې ډلې سره دَ عمرې پهٔ نیت مکّې مکّرمې ته لاړ وو۔ خو چې مکّې مکّرمې ته نژدے دَ حدیبیے مقام ته ورسېدو نو مشرکانو ورته لار بنده کړه، دَ مخکښې تلو اجازت ېٔ نهٔ ورکؤلو۔ آخر پهٔ دې صلح وشوه چې دا ځل دغسې واپس شیٔ بل کال ته بیا راشیٔ نو عمره به وکړیٔ اؤ درے ورځې به پهٔ آرام سره مکّه مکّرمه کښې تېرې کړیٔ۔ بل کال سن۷ھ چې بیا رسول اکرمﷺ دَ عمرې تیارې کؤلو نو دَ اصحابو سره دا خطره شوه کهٔ مشرکان وعده خلافی وکړی اؤ دا ځل راته بیا لارې ونیسی نو مونږ خو به دَ حج پهٔ ورځو کښې جنګ کؤلے نهٔ شو۔ بیا به څهٔ کوو۔ نو الله تعالیٰ اجازت ورکړو ، کهٔ مشرکانو وعده خلافی وکړه جنګ ته تیار شو نو تاسو هم ورسره جنګ وکړیٔ۔ البته تاسو ورباندې مخکښې کېږیٔ مه۔ اؤ زیاتے مهٔ کویٔ۔ کهٔ هغوی اول حمله وکړه نو تاسو هم جوابی حمله کؤلے شیٔ۔ دَ جنګ شروع تاسو مهٔ کویٔ۔ چې دَ جهاد ذکر راغلو نو ورسره څهٔ احکام دَ جهاد هم بیان شو۔ بیا دَ حج متعلق ضروری خبرې وشوې۔
ف۳۰۱: زیاتے مهٔ کویٔ یعنی واړهٔ ، بوډاګان ،زنانه پهٔ جنګ کښې قصدًا مهٔ قتل کویٔ اؤ پهٔ حرم کښې دَ جنګ شروع هم تاسو مهٔ کویٔ۔ کهٔ هغوی حمله وکړه نو جوابی حمله کؤلے شیٔ۔
وَ اقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ وَ اَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ حَیْثُ اَخْرَجُوْكُمْ وَ الْفِتْنَةُ اَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ١ۚ وَ لَا تُقٰتِلُوْهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتّٰی یُقٰتِلُوْكُمْ فِیْهِ١ۚ فَاِنْ قٰتَلُوْكُمْ فَاقْتُلُوْهُمْ١ؕ كَذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۹۱
اؤ مړهٔ کړیٔ هغوی کوم ځائې کښې چې ېٔ مومیٔ اؤ وېٔ باسیٔ۔ دَ هغه ځائې نه چې تاسو ېٔ ترېنه وویستیٔ۔ ف۳۰۲ اؤ دَ دین نه اړول دَ قتل نه هم سخت دی۔ ف۳۰۳ اؤ جنګ مهٔ کویٔ دوی سره مسجدِ حرام سره نژدے۔ تر څو چې دوی درسره هم دلته جنګ ونهٔ کړی بیا کهٔ هغوی درسره جنګ کوی نو تاسو ېٔ هم وژنیٔ۔ دغه سزا ده دَ کافرانو۔ ف۳۰۴
ف۳۰۲: یعنی هر ځائې کښې چې وی۔ پهٔ حرمِ مکّه کښې وی اؤ کهٔ دَ حرم نه بهر۔ اؤ تاسو چې ېٔ دَ مکّې نه ویستی ییٔ ( پهٔ هجرت ېٔ مجبور کړی ییٔ) نو اوس ېٔ تاسو هم دَ دغه ځائې نه وشړیٔ۔
ف۳۰۳: دَ دین نه اؤړېدل یا نور څوک اړؤل پهٔ زبرګو میاشتو کښې دَ جنګ نه زیات دَ ګناه کار دے۔ یعنی دَ مکّې معظّمې پهٔ حدودو کښې دَ کفر اؤ شرک کارونه کؤل پهٔ حرم کښې دَ جنګ نه زیات دی۔ دا کارونه پهٔ دې بزرګ ځائې کښې بندول پکار دی۔ کهٔ دَ دې دپاره پهٔ حرم شریف کښې دَ جنګ ضرورت وی نو څهٔ حرج نشته۔ تاسو هم پوره پوره جواب ورکویٔ۔ هر ځائې چې ېٔ مومیٔ چې دَ کفر جړې ورکې شی اؤ حرم شریف دَ شرک دَ کارونو نه پاک شی۔
ف۳۰۴: یعنی مکّه مکّرمه واقعی دَ امن ځائې دے خو چې دې کافرانو دَ ظلم ابتداء کړے ده اؤ تاسو سره دَ ایمان پهٔ وجه دښمنی کوی نو اوس دوی ته سزا ورکؤل ضروری دی۔ دَ خدائې دښمنانو ته هېڅ ځائې کښې امن نشته ، کوم ځائې چې مو پرې وس رسی وژنیٔ ېٔ۔ آخر چې مکّه مکّرمه مسلمانانو فتح کړه نو رسول اکرمﷺ حکم وکړو چې دَ چا سره چې توره وی اؤ دَ جنګ نیت ېٔ وی هغه وژنیٔ اؤ څوک چې توره وغورزوی یا کور کښې ناست وی دَ جنګ نیت ېٔ نهٔ وی هغهٔ ته امن دے۔
فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۹۲
بیا کهٔ هغوی منع شو، نو بې شکه الله ډېر بخښونکے ډېر مهربانه دے۔ ف۳۰۵
ف۳۰۵: یعنی سره دَ دې چې پهٔ مسلمانانو ېٔ دومره ظلمونه کړی دی کهٔ اوس هم توبه وباسی اؤ ایمان راؤړی نو الله تعالیٰ به ېٔ توبه قبوله کړی۔
وَ قٰتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ وَّ یَكُوْنَ الدِّیْنُ لِلّٰهِ١ؕ فَاِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ اِلَّا عَلَی الظّٰلِمِیْنَ۝۱۹۳
اؤ جنګ کویٔ دَ هغوی سره تر دې چې پاتې نشی فساد اؤ حکم صرف دَ الله تعالیٰ پاتې شی۔ بیا کهٔ هغوی منع شو ، نو نشته زیاتے پهٔ هېچا مګر پهٔ ظالمانو۔ ف۳۰۶
ف۳۰۶: یعنی دَ کافرانو سره جنګ دَ دې دپاره دے چې دَ ظلم طاقت ختم شی اؤ بیا دوی څوک دَ اسلام نه منع کؤلے نهٔ شی اؤ دَ الله تعالیٰ حکم دَ زمکې پهٔ مخ جاری شی اؤ چې دوی دَ شرک نه توبه وباسی نو اوس دوی ظالمان نهٔ دی۔ زیاتے ورباندې مهٔ کویٔ۔ البته کهٔ څوک اوس فتنه جوړوی اؤ چا ته پهٔ اسلام راؤړو کښې بندېز پیدا کوی نو بیا ېٔ بې مرګه مهٔ پرېږدیٔ۔
اَلشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَ الْحُرُمٰتُ قِصَاصٌ١ؕ فَمَنِ اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ فَاعْتَدُوْا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ١۪ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ۝۱۹۴
دَ عزت والا میاشت دَ عزت والا میاشت پهٔ بدل کښې ده اؤ عزت ساتل پهٔ بدل دی۔ بیا کهٔ چا پهٔ تاسو زیاتے وکړو۔ نو تاسو هم پهٔ هغو زیاتے وکړیٔ ، څنګه زیاتے چې هغوی پهٔ تاسو کړے وی۔ اؤ دَ الله نه ویریږیٔ ، اؤ پوهه شیٔ چې الله تعالیٰ دَ پرهېزګارو ملګرے دے۔ ف۳۰۷
ف۳۰۷: دَ عزت والا میاشت یعنی ذی القعده چې تاسو پکښې اوس دَ عمرې قضا ته روان ییٔ دَ هغې عزت والا میاشت یعنی ذی القعدې پهٔ بدل کښې ده چې پروس (تیر) کال تاسو کافرانو دَ عمرې نه منع کړی ویٔ۔ اؤ پهٔ عزت ساتلو کښې مساوات دی۔ نو کهٔ مشرکانو خپله وعده پوره کړه۔ تاسو ېٔ عمرې ته پرېښویٔ۔ نو تاسو هم جنګ جګړه مهٔ کویٔ اؤ کهٔ دَ حرم اؤ دَ بزرګې میاشتې عزت هغوی ونهٔ کړو اؤ تاسو سره جنګ ته تیار شو نو بیا تاسو هم ورباندې اسره مهٔ کویٔ اؤ خپل زوړ بدل ترېنه ټول واخلیٔ اؤ څهٔ چې کویٔ دَ خدائې نه ویرېږیٔ دَ هغهٔ دَ حکم خلاف مهٔ کویٔ۔ اؤ چې تاسو سره څوک جنګ نهٔ کوی دَ هغهٔ سره جنګ مهٔ کویٔ۔ الله تعالیٰ دَ پرهېزګارو مددګار دے۔
وَ اَنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ لَا تُلْقُوْا بِاَیْدِیْكُمْ اِلَی التَّهْلُكَةِ١ۛۖۚ وَ اَحْسِنُوْا١ۛۚ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۹۵
اؤ خرچ کویٔ دَ الله پهٔ لار کښې اؤ ځان مهٔ غورزویٔ پهٔ خپلو لاسو هلاکت ته۔ ف۳۰۸ اؤ نیکی کویٔ۔ بې شکه الله مینه کوی دَ نېکانو سره۔
ف۳۰۸: مطلب دا چې پهٔ جهاد کښې شوق سره مال خرچ کویٔ اؤ ځان تباه کویٔ مهٔ (چې جهاد پرېږدیٔ کور کښېنیٔ، نهٔ جهاد کښې مال لګویٔ اؤ نهٔ خپله تکلیف برداشت کویٔ۔ داسې به تاسو کمزوری شیٔ اؤ دښمن به مو مضبوط شی) نو دَ خپله لاسه به ځان تباه کړیٔ۔
وَ اَتِمُّوا الْحَجَّ وَ الْعُمْرَةَ لِلّٰهِ١ؕ فَاِنْ اُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ١ۚ وَ لَا تَحْلِقُوْا رُءُوْسَكُمْ حَتّٰی یَبْلُغَ الْهَدْیُ مَحِلَّهٗ١ؕ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِیْضًا اَوْ بِهٖۤ اَذًی مِّنْ رَّاْسِهٖ فَفِدْیَةٌ مِّنْ صِیَامٍ اَوْ صَدَقَةٍ اَوْ نُسُكٍ١ۚ فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ١ٙ فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ اِلَی الْحَجِّ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ١ۚ فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ ثَلٰثَةِ اَیَّامٍ فِی الْحَجِّ وَ سَبْعَةٍ اِذَا رَجَعْتُمْ١ؕ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ١ؕ ذٰلِكَ لِمَنْ لَّمْ یَكُنْ اَهْلُهٗ حَاضِرِی الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۠۝۱۹۶
اؤ پوره کړیٔ حج اؤ عمره دَ الله دپاره۔ ف۳۰۹ بیا که تاسو منع کړې شیٔ۔ نو پهٔ تاسو باندې قربانی ده څهٔ چې پهٔ لاس درزی اؤ سرونه مهٔ کلویٔ تر دې چې قربانی خپل ځائې ته ورسی، ف۳۱۰ بیا کهٔ څوک پهٔ تاسو کښې ناروغه وی، یا ورته څهٔ تکلیف وی دَ سر نو بدله دې ورکړی روژې یا صدقه یا قربانی ف۳۱۱ بیا چې تاسو پهٔ آرام شیٔ نو څوک چې فائده واخلی دَ عمرې سره دَ حج دَ یو ځائې کؤلو نو پهٔ هغهٔ واجب ده چې څهٔ پهٔ لاس ورزی قربانی، ف۳۱۲ بیا چې څوک قربانی ونهٔ مومی۔ نو روژې دې ونیسی درے(۳) دَ حج پهٔ ورځو کښې۔ اؤ اووهٔ(۷) چې واپس شیٔ۔ دا پوره لس روژې دی ف۳۱۳ دا حکم دَ هغه چا دپاره دے دَ چا بال بچ چې مسجد حرام سره نژدے نهٔ وسی۔ ف۳۱۴ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ اؤ پوهه شیٔ چې بې شکه دَ الله عذاب ډېر سخت دے۔
ف۳۰۹: دَ حج پهٔ ضمن کښې دَ جهاد ذکر راغلو نو دَ جهاد دَ مختصر ضروری احکام بیان شو۔ اوس دَ حج اؤ عمرې نور احکام بیانیږی۔
ف۳۱۰: یعنی چا چې دَ حج یا عمرې احرام وتړلو نو اوس ورباندې دَ دې پوره کؤل ضروری شو۔ پهٔ مینځ کښې ېٔ پرېښوې نهٔ شی لېکن کهٔ څوک دَ څهٔ خطرې یا مرض پهٔ وجه پاتې شو نو پهٔ هغهٔ باندې څهٔ چې ېٔ وس رسی قربانی واجبه ده ، چې دَ هغې کم نه کم درجه یو چېلے دے۔ دا قربانی به دَ چا پهٔ لاس مکّې مکّرمې ته راستوی اؤ تاریخ به ورسره مقرر کړی چې دا پهٔ دې ورځ پهٔ دې وخت هلته ذبح کړه نو چې هغه وخت پوره شی اؤ دَ دهٔ تسلی وشی چې اوس به هغه ذبح شوے وی نو دلته به دې سرکل کړی اؤ احرام به مات کړی۔ دَ دې نه مخکښې ورته اجازت نشته۔ دې قربانیٔ ته دمِ احصار یعنی دَ حصارتیا قربانی وئیلے شی چې دَ حج یا عمرې نه دَ احرام نه پس پاتې کېدو پهٔ وجه واجب کیږی۔
ف۳۱۱: یعنی کهٔ څوک دَ احرام پهٔ حالت کښې ناجوړه شی۔ یا ېٔ پهٔ سر درد وی یا پکښې زخم وی نو دَ ضرورت پهٔ وجه ورته احرام کښې دَ سر کلؤلو اجازت شته خو فدیه به ورکوی (یا به درے ورژې نیسی یا به شپږو کسانو ته روټیٔ ورکؤی یا به یو چېلے یا ګډ قربانی کوی) دې ته ”دمِ جنایت“ وائی۔ چې دَ ضرورت پهٔ وجه دَ احرام دَ احکامو خلاف څهٔ کار وکړی۔
ف۳۱۲: کوم سړی ته چې دَ احرام پهٔ حالت کښې دَ دښمن دَ طرف نه یا دَ مرض پهٔ وجه څهٔ خطره نهٔ وی ورپېښه شوے۔ هډو پېښه شوے نهٔ وی اؤ کهٔ زر ختمه شوے وی دَ احرام پهٔ احکامو کښې ېٔ څهٔ نقصان نهٔ وی راغلے نو کتل پکار دی چې دې محرم حج اؤ عمره دواړه ادا کړل یعنی حجِ تَمَتّع یا حجِ قِران ېٔ وکړو۔ حج افراد یعنی یواځې حج ېٔ نهٔ وهٔ کړے دواړه ېٔ کړی وو نو پهٔ هغهٔ باندې قربانی ده۔ چېلے یا ګډ ځان ته روغ یا پهٔ اوښ یا غوا مېښه کښې اوومه(۷) برخه۔ دې ته دمِ قران اؤ دمِ تمتّع وائی۔ امام ابو حنیفهؒ دې ته دَ ”شکریٔے دم“ وائی۔ قربانی کوونکی ته دَ دې نه دَ خوړو اجازت ورکوی اؤ امامِ شافعیؒ دې ته ”دمِ جبر“ وائی۔ اؤ لکه دَ دمِ جنایت ترېنه قربانی کوونکی ته خپله دَ خوراک اجازت نشته ټوله به خیرات کوی۔
ف۳۱۳: یعنی چا چې قِران یا تمتّع وکړو اؤ پهٔ څهٔ وجه ېٔ قربانی نهٔ شوه کؤلے۔ پیسې ورسره نهٔ وې یا څاروې نهٔ پیدا کېدو نو هغهٔ ته پکار دی چې درے روژې هلته دَ حج پهٔ ورځو کښې ونیسی۔ دَ اختر دَ میاشتې اووم(۷)، اتم(۸) ، نهم(۹) تاریخ باندې چې دَ عرفې پهٔ ورځ ختم شی۔ اؤ اووهٔ (۷) روژې بیا ونیسی کله چې کلی ته ورسی۔ دا ټولې لس روژې ضروری دی۔
ف۳۱۴: یعنی دا حجِ قِران اؤ حجِ تمتّع دَ هغه کسانو دپاره دے څوک چې مکّې معظّمې ته نژدے نهٔ وسی، دَ میقات نه بهر وسېدونکی وی۔ دَ میقات دننه خلق صرف حجِ افراد کؤلے شی۔
اَلْحَجُّ اَشْهُرٌ مَّعْلُوْمٰتٌ١ۚ فَمَنْ فَرَضَ فِیْهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَ لَا فُسُوْقَ١ۙ وَ لَا جِدَالَ فِی الْحَجِّ١ؕ وَ مَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ یَّعْلَمْهُ اللّٰهُ١ؔؕ وَ تَزَوَّدُوْا فَاِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوٰی١٘ وَ اتَّقُوْنِ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ۝۱۹۷
دَ حج یو څو معلومې میاشتې دی، ف۳۱۵ نو چا چې پهٔ دې کښې پهٔ ځان حج لازم کړو۔ نو نهٔ ښځې سره بې پرده کېدل جائز دی ، اؤ نهٔ ګناه کؤل اؤ نهٔ جګړې کؤل دَ حج پهٔ ورځو کښې۔ اؤ څهٔ نیکی چې تاسو کویٔ هغه الله ته معلومه ده، ف۳۱۶ اؤ توښه ځان سره اخلیٔ بې شکه بهتره فائده دَ توښې، سوال نه بچ کېدل دی اؤ زما نه وویرېږیٔ اے هوښیارانو۔ ف۳۱۷ ۔
ف۳۱۵: دَ وړوکی اختر دَ ورځې نه دَ لوئی اختر تر لسم (۱۰) تاریخ دې ته دَ حج میاشتې ” اَشۡهُرِ حج“ وئیلې شی ځکه چې پهٔ دغه ورځو کښې دَ حج نیت احرام تړلے شی۔ دَ دې ورځو نه علاوه نورو ورځو کښې دَ حج نیت جائز نهٔ دے۔ دَ حج ورځې مقررې اؤ معلومې ورځې دی۔ مشرکان چې پهٔ دې ورځو کښې کوم وړاندېوالے اؤ وروستووالے کوی دا ناروا دے۔ اؤ وروستو بل آیت ” اِنَّمَا النَّسِیْٓءُ زِیَادَةٌ فِی الْكُفْرِ (سورة توبه آیت ۳۷) “ کښې دَ دې پوره تفصیل راځی۔
ف۳۱۶: چا چې پهٔ ځان حج لازم کړو۔ یعنی احرام ېٔ وتړلو۔ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ حج نیت وکړو اؤ پهٔ خلهٔ ېٔ تلبیه ووېٔ۔
ف۳۱۷: دَ مشرکانو یو غلط رواج دا هم وهٔ چې دَ لارې دَ خرڅ اخستو نه بغېر تش لاس حج ته روانېدل به ېٔ ثواب ګڼلو۔ دې ته به ېٔ توکّل وې۔ اؤ بیا پهٔ لار کښې چې به ېٔ ضرورت شو نو سوالونه به ېٔ کؤل۔ نو الله تعالیٰ فرمائی چې دَ چا طاقت وی نو دَ لارې خرڅ ځان سره اخلیٔ چې دَ سوال نه بچ شیٔ اؤ نور خلق نهٔ پهٔ تکلیف کویٔ۔
لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ١ؕ فَاِذَاۤ اَفَضْتُمْ مِّنْ عَرَفٰتٍ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ١۪ وَ اذْكُرُوْهُ كَمَا هَدٰىكُمْ١ۚ وَ اِنْ كُنْتُمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمِنَ الضَّآلِّیْنَ۝۱۹۸
هېڅ ګناه نشته پهٔ تاسو کهٔ تلاش کویٔ دَ خپل رب فضل ف۳۱۸ بیا چې دَ طواف دپاره دَ عرفات نه واپس شیٔ۔ نو یاد کړیٔ الله دَ مشعر حرام سره نژدے ف۳۱۹ اؤ یاد کړیٔ الله څنګه چې ېٔ تاسو ته ښودلی، اؤ بې شکه تاسو دَ دې نه مخکښې ناواقفه ویٔ۔ ف۳۲۰
ف۳۱۸: دَ حج پهٔ سفر کښې کهٔ څوک څهٔ تجارت وکړی هم څهٔ ګناه ېٔ نشته ، جائز دے۔ دَ خلقو دا شک وهٔ چې دَ دنیا دَ نفع پهٔ وجه به دَ حج پهٔ ثواب کښې نقصان راځی۔ الله تعالیٰ فرمائی چې دَ چا اصل مقصد حج وی اؤ پهٔ لار کښې څهٔ لږ ډېر تجارت هم وکړی خاص مقصد ېٔ تجارت نهٔ وی نو پهٔ ثواب کښې څهٔ نقصان نهٔ راځی۔
ف۳۱۹: مشعر حرام دَ یو غونډیٔ نوم دے چې پهٔ مزدلفه کښې ده۔ دلته امامِ حج ډېره کیږی۔ دې ځائې کښې دَ ډېره کېدو ډېر ثواب دے۔ نور دَ مزدلفې میدان ټول دَ ډېره کېدو ځائې دے۔(سوا دَ وادیٔ محسر نه چې دلته ډېره کېدل جائز نهٔ دی)
ف۳۲۰: کفارو به هم دَ الله تعالیٰ ذکر کؤلو خو دَ شرک سره ، هغسې ذکر مهٔ کویٔ۔ هغه وخت خو تاسو جاهلان ویٔ اوس دَ خالص توحید سره دَ الله تعالیٰ ذکر کویٔ۔
ثُمَّ اَفِیْضُوْا مِنْ حَیْثُ اَفَاضَ النَّاسُ وَ اسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۹۹
بیا طواف دپاره راوګرځیٔ ، کوم ځائې نه چې ټول خلق راؤګرځی۔ اؤ دَ الله تعالیٰ نه بخښنه غواړیٔ ، بې شکه الله ډېر بخښونکے مهربانه دے۔ ف۳۲۱
ف۳۲۱: دَ مکّې دَ مشرکانو یو غلط رواج دا هم وهٔ چې دَ مکّې خلق به عرفات پورې نهٔ تلل اؤ بیا به طواف دپاره مکّې مکرّمې ته راتلل نو الله تعالیٰ مسلمانانو ته فرمائی چې نور خلق طواف ته دَ کوم ځائې نه واپس کیږی تاسو هم دَ هغه ځائې نه واپس کیږیٔ عرفات ته ځیٔ اؤ دَ زړو غلطو نه توبه وباسیٔ۔
فَاِذَا قَضَیْتُمْ مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَذِكْرِكُمْ اٰبَآءَكُمْ اَوْ اَشَدَّ ذِكْرًا١ؕ فَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنْیَا وَ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ۝۲۰۰
بیا چې تاسو دَ حج احکام پوره کړیٔ ، نو یادویٔ الله ، څنګه چې به تاسو یادؤل خپل پلار نیکهٔ ، بلکې دَ دې نه ېٔ هم زیات یاد کړیٔ۔ ف۳۲۲ بیا څوک خو وائی۔ اے زمونږه ربه راکړې مونږ ته پهٔ دنیا کښې ، اؤ دوی دپاره پهٔ اخرت کښې هېڅ برخه نشته۔
ف۳۲۲: یعنی دَ اختر دَ میاشتې پهٔ لسم(۱۰) تاریخ چې دَ عرفات دَ قیام ، جمرو ویشتو ، قربانیٔ ، سرکلؤلو ، طواف اؤ سعی نه وزګار شیٔ نو پهٔ منیٰ کښې دَ الله تعالیٰ ذکر ته ډېره شیٔ څنګه چې به مو وړومبے دَ پلار نیکهٔ ذکر کؤلو۔ بلکې اوس دَ هغې نه زیات ذکر کویٔ۔ دَ مشرکانو دا ستور وهٔ چې دَ حج نه به فارغ شو نو درے ورځې به پهٔ منیٰ کښې ډېره وو۔ دلته به میله لګېده۔ مشاعرې به کېدے اؤ دَ پلار نیکهٔ اؤ قام قبیل فخریه اشعار به پکښې وئیلی شو۔ الله تعالیٰ فرمائی اوس هم دلته ډېره کېږیٔ خو دَ پلار نیکهٔ دَ فخریه ذکر دپاره نه ، دَ الله تعالیٰ دَ ذکر دپاره دیره شیٔ اؤ پهٔ دې درے (۳) ورځو کښې ښهٔ ډېر ډېر ذکر وکړیٔ دَ پخوا نه زیات۔
وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّ فِی الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۝۲۰۱
اؤ څوک وائی اے زمونږه ربه راکړې مونږ ته پهٔ دنیا کښې بهتری ، اؤ پهٔ اخرت کښې هم بهتری۔ اؤ بچ کړې مونږ دَ دوزخ دَ عذاب نه۔
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ نَصِیْبٌ مِّمَّا كَسَبُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِ۝۲۰۲
هم دغه خلقو دپاره برخه ده دَ دوی پهٔ ګټه کښې ف۳۲۳ اؤ الله زر حساب کؤنکے دے ف۳۲۴
ف۳۲۳: اول دا وفرمائیلی شو چې دَ الله تعالیٰ ذکر کویٔ دَ نورو مهٔ کویٔ۔ اوس دا فرمائی چې دَ الله تعالیٰ ذکر کوونکی اؤ دَ هغهٔ نه دعا غوښتونکی هم دوه قسمه دی۔ ځنی خو صرف دَ دنیا طلبګار دی۔ دَ الله تعالیٰ نه پهٔ دنیا کښې دَ دنیا عزت اؤ دولت غواړی نو دوی دَ آخرت دَ نعمتونو اؤ خوشحالو نه بې برخې دی۔ اؤ ځنې داسې دعا کوی چې دنیا کښې دَ عبادت توفیق اؤ طاقت غواړی اؤ پهٔ آخرت کښې هم دَ نعمتونو اؤ ثوابونو طلبګار دی نو دَ دوی دعا به قبوله شی اؤ دواړه برخې به ورکړې شی۔
ف۳۲۴: یعنی پهٔ قیامت به دَ ټولو نه یکدم (ډېر زر) حساب اخلی۔ یا دا چې قیامت لرې نهٔ دے زر راتلونکے دے۔ دَ هغې ورځې دَ حساب نه غافل کېږیٔ مه۔ دَ هغې دپاره پهٔ دنیا کښې ځان تیار کړیٔ۔
وَ اذْكُرُوا اللّٰهَ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْدُوْدٰتٍ١ؕ فَمَنْ تَعَجَّلَ فِیْ یَوْمَیْنِ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ١ۚ وَ مَنْ تَاَخَّرَ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ١ۙ لِمَنِ اتَّقٰی١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ۝۲۰۳
اؤ یاد کړیٔ الله دَ شمار پهٔ ورځو کښې۔ ف۳۲۵ بیا کهٔ څوک زر واپس شو پهٔ دوو ورځو کښې نو په هغهٔ هېڅ ګناه نشته اؤ څوک چې پاتې شو پهٔ هغهٔ هم ګناه نشته، څوک چې ویریږی ف۳۲۶ اؤ دَ الله نه ویریږیٔ ، اؤ پوهه شیٔ ، چې بې شکه تاسو ټول به هغهٔ سره راجمع کېږیٔ۔ ف۳۲۷
ف۳۲۵: دَ شمار ورځو نه مراد دَ ذی الحجې یوولسم (۱۱) ، دولسم (۱۲) ، دیارلسم(۱۳) تاریخونه دی چې دَ حج نه فارغ کېدو نه پس پهٔ منیٰ کښې حاجیان درے ورځې ډېره وی چې دې کښې رَمِی جمار کیږی۔ دَ هرې ګیټۍ ویشتو سره تکبیر وئیلے شی۔ پهٔ دې ورځو کښې پهٔ هر نمانځه پسې دَ تکبیرونو وئیلو حکم دے هسې هم پهٔ دې ورځو کښې ذکر ډېر پکار دے۔
ف۳۲۶: یعنی ګناه خو دا ده چې څوک دَ الله دَ حکم خلاف کوی اؤ دَ منع شویو کارونو نه پرهیز نهٔ کوی اؤ څوک چې دَ الله نه ویریږی اؤ دَ حج پهٔ ورځو کښې دَ منع شویو کارونو نه پرهیز کوی بیا پهٔ دې کښې هېڅ ګناه نشته۔ کهٔ چا پهٔ منیٰ کښې دوه ورځې تېرې کړې کهٔ درے ورځې خو بهتره دا ده چې درے ورځې تېرې کړی۔
ف۳۲۷: یعنی دَ حج دَ ورځو نه علاوه هم دَ خدائې نه ویریږیٔ اؤ دَ منع شویو کارونو نه ځان ساتیٔ ځکه چې تاسو ټول به یوه ورځ دَ هغهٔ مخکښې راجمع کېږیٔ اؤ هغه به درنه تپوس کوی۔ دَ حج ذکر ختم شو۔ پهٔ دې ضمن کښې دَ دوو(۲) قسمه خلقو ذکر راغلو۔ یو هغه چې صرف دنیا غواړی۔ بل هغه چې دنیا اؤ آخرت دواړه غواړی۔ یعنی دَ کافرو اؤ مسلمانانو ذکر وشو ، نو اوس دَ دریمے ډلې یعنی منافقانو ذکر کیږی۔ دَ ” مِنَ النَّاسِ مَنْ یُّعْجِبُكَ“ نه دَ منافقانو حال بیانیږی۔
وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یُّعْجِبُكَ قَوْلُهٗ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ یُشْهِدُ اللّٰهَ عَلٰی مَا فِیْ قَلْبِهٖ١ۙ وَ هُوَ اَلَدُّ الْخِصَامِ۝۲۰۴
اؤ ځنې داسې خلق دی چې خوښوے تهٔ دَ هغوی خبرې دَ دنیا دَ ژوند پهٔ کارونو کښې اؤ هغه ګواه کوی الله دَ خپل زړهٔ پهٔ خبرو۔ اؤ حال دا دے چې هغه سخت جنګیالے دے۔
وَ اِذَا تَوَلّٰی سَعٰی فِی الْاَرْضِ لِیُفْسِدَ فِیْهَا وَ یُهْلِكَ الْحَرْثَ وَ النَّسْلَ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یُحِبُّ الْفَسَادَ۝۲۰۵
اؤ چې واپس شی ستا نه نو ګرځی پهٔ وطن کښې۔ دَ دې دپاره چې خرابیٔ پیدا کړی اؤ تباه کړی فصلونه اؤ نسل، اؤ الله نهٔ خوښوی فساد۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُ اتَّقِ اللّٰهَ اَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْاِثْمِ فَحَسْبُهٗ جَهَنَّمُ١ؕ وَ لَبِئْسَ الْمِهَادُ۝۲۰۶
اؤ چې هغهٔ ته ووئیلے شی چې دَ الله نه وویریږه ، نو تیار ېٔ کړی کبر اؤ غرور پهٔ ګناه باندې ، نو کافی دے هغهٔ دپاره دوزخ ، اؤ بې شکه هغه ناکاره ځائې دے۔ ف۳۲۸
ف۳۲۸: دَ منافقانو دا حال دے چې پهٔ ظاهره خوشامدې کوی اؤ قسمونه خوری چې زهٔ پهٔ رښتیا مسلمان یم اؤ پهٔ زړهٔ کښې مې دَ اسلام سره مینه ده۔ خو چې کله ېٔ وس بر شی نو دَ مسلمانانو سره جنګ جګړه کښې څهٔ کمې نهٔ کوی۔ دَ چا فصل تباه کوی دَ چا مال لوټی اؤ چې څهٔ نقصان مسلمانانو ته رسؤلے شی پهٔ هغې اسره نهٔ کوی۔ وائی چې اخنس ابن شریق نومې یو منافق وهٔ چې ډېره پسته ژبه ېٔ وه۔ دَ رسول اللهﷺ پهٔ مخکښې به ېٔ ځان ډېر خپل خپل کؤلو۔ اؤ چې دَ مجلس نه بهر به ووتو نو دَ مسلمانانو فصل ته به ېٔ اور ورته کړو دَ چا به ېٔ دَ مالونو ښپې پرې کړې۔ غرض دا چې مسلمانانو ته به ېٔ نقصان رسؤلو۔ دَ دغې منافقانو د حال څرګندؤلو دپاره دا آیتونه نازل شول۔
وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْرِیْ نَفْسَهُ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ۝۲۰۷
اؤ پهٔ خلقو کښې یو کس داسې دے چې خرڅوی خپل ځان دَ الله تعالیٰ دَ رضا پهٔ طلب کښې۔ ف۳۲۹ اؤ الله پهٔ خپلو بندیانو بې شانه مهربان دے۔ ف۳۳۰
ف۳۲۹: پهٔ مخکښې آیت کښې خو دَ هغه منافق ذکر وهٔ چې دَ دین پهٔ عوض کښې ېٔ دنیا خوښه کړے وه۔ اوس دَ هغه مخلص مسلمان ذکر دے چې دَ آخرت پهٔ عوض کښې دَ دنیا هر څهٔ قربانوی۔ دَ ایمان دپاره سر و مال هر څهٔ قربان کړی۔ وائی چې صهیب رومیؓ چې دَ هجرت نیت وکړو نو مشرکانو حصار کړو۔ هغهٔ ورته ووې چې زهٔ خپل مال دولت هر څهٔ تاسو ته پرېږدم خو ما دَ هجرت نه مهٔ منع کویٔ دَ هغهٔ پهٔ تعریف کښې الله تعالیٰ دا آیت نازل کړو۔
ف۳۳۰: دا دَ الله تعالیٰ څومره لویه مهربانی ده چې بنیادم ته ېٔ دا همت ورکړو چې دَ الله پهٔ لار کښې هر څهٔ قربان کړی۔ بله دا چې دا سر اؤ مال اؤ دولت خو هر څهٔ دَ الله تعالیٰ ملکیت دے نو بیا هم دَ خپل مال پهٔ بدل کښې مخلوق ته دَ جنت نعمتونه ورکؤل خو خالص احسان اؤ فضل دے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ادْخُلُوْا فِی السِّلْمِ كَآفَّةً١۪ وَّ لَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ١ؕ اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ۝۲۰۸
اے ایماندارو ننوزیٔ پهٔ اسلام کښې ټول ، ف۳۳۱ اؤ مهٔ چلېږیٔ دَ شیطان پهٔ قدمونو ، بې شکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دے۔ ف۳۳۲
ف۳۳۱: پهٔ وړومبنی آیت کښې دَ خالص مسلمان صفت شوے وهٔ۔ دَ دې نه مطلب دَ نفاق ختمول وو۔ اوس فرمائی چې اسلام پوره پوره قبول کړیٔ یعنی ظاهر اؤ باطن اؤ عقیده اؤ عمل هر څهٔ دَ اسلام دَ احکامو تابع کړیٔ۔ دَ خپل عقل یا دَ بل چا وینا ته پکښې څهٔ دخل مهٔ ورکویٔ نو دَ دې نه دَ بدعت ختمؤل مراد دی۔ دَ بدعت حقیقت هم دا دے چې دَ چا څهٔ نیک کار خوښ شی نو هغه دَ خپل ځان نه پهٔ دین کښې شمار کړی۔ لکه دَ اختر پهٔ ورځ پهٔ عید ګاه کښې نفل کؤل یا هزاره روژې نیول بدعت دے۔ نمونځ بهترین عبادت دے خو چې دَ شریعت حکم پهٔ دې وخت کښې نهٔ دے نو دې وخت کښې ېٔ کؤل ښهٔ نهٔ دی۔ مطلب دا شو چې پهٔ اخلاص سره ایمان راؤړیٔ اؤ خپل ټول ژوند دَ شریعت دَ حکم تابع کړیٔ۔ عقل ته یا دَ بل چا وینا ته پکښې څهٔ دخل مهٔ ورکویٔ۔ وائی چې پهٔ یهودو کښې ځنې کسان مسلمانان شوی وو خو دَ هغوی دا خواهش وهٔ چې دَ اسلام سره سره دَ خپل دین پهٔ احکامو هم عمل جاری وساتی۔ لکه دَ خالی دَ ورځې عزت کؤل اؤ دَ اوښ غوښه اؤ پئ حرام ګڼل ، دَ تورات تلاوت کؤل وغېره۔ دا آیت دې دپاره نازل شو چې دواړه کاره نهٔ کیږی۔ پوره پوره مسلمانان شیٔ اؤ نورې خبرې پرېږدیٔ۔
ف۳۳۲: شیطان ستاسو دښمن دے۔ پهٔ زړهٔ کښې درته وسوسه واچوی۔ بې بنیاده خبرې درته ښائسته کړی اؤ پهٔ دین کښې درباندې بدعات شامل کړی اؤ تاسو پهٔ خوشحالیٔ شیٔ۔
فَاِنْ زَلَلْتُمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ الْبَیِّنٰتُ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۲۰۹
بیا کهٔ تاسو وغلېدیٔ پس دَ دې نه چې رسېدلے دے تاسو ته صفا حکم ، نو پوهه شیٔ چې بې شکه الله زبردست دے حکمت والا۔ ف۳۳۳
ف۳۳۳: یعنی دَ شریعت دَ صفا صفا احکامو معلومېدو نه پس هم کهٔ څوک پهٔ دې عمل نهٔ کوی اؤ بل خوا ته ګوری نو پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې الله تعالیٰ ډېر زبردست اؤ غالب دے۔ چا ته چې څهٔ سزا ورکوی څوک ېٔ منع کؤلے نهٔ شی، اؤ دَ حکمت خاوند دے۔ هېڅ کار ېٔ دَ حکمت نه خالی نهٔ دے۔ کهٔ چا ته زر سزا ورکوی اؤ کهٔ چا ته څهٔ مهلت ورکوی یو کار ېٔ هم دَ حکمت اؤ انصاف نه خالی نهٔ دے۔ یعنی الله تعالی نهٔ تلوار کؤنکے ګړندے دے ، نهٔ هیرؤنکے دے اؤ نهٔ بې انصافه اؤ نامناسبه کار کوی۔
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیَهُمُ اللّٰهُ فِیْ ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَ قُضِیَ الْاَمْرُ١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ۠۝۲۱۰
ولې دوی دا انتظار کوی چې راشی دوی ته (دَ الله غضب) دَ وریځو پهٔ سیوری۔ اؤ فرښتې (دَ عذاب فرښتې) اؤ ختمه شی قصه ، اؤ دَ الله طرف ته به راګرځی ټول کارونه۔ ف۳۳۴
ف۳۳۴: یعنی کوم خلق چې دَ الله تعالیٰ دَ واضحو احکامو نه پس هم دَ خپل وران خوی نه نهٔ اوړی نو هغوی خو دَ رسول اؤ دَ قرآن پهٔ حکم یقین ونهٔ کړو۔ اوس دغه پاتې وه چې الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ فرښتې پخپله راشی اؤ دوی ته دې دَ جزا اؤ سزا خبره کومه چې پهٔ قیامت کښې کېدونکے ده هم دلته فیصله کړی۔ نو دا ټول کارونه دَ ثواب اؤ عذاب به آخر دَ الله طرف ته راوګرځی اؤ دَ هغهٔ پهٔ مخکښې به پېش کیږی نو تاسو دومره تادی ولې کویٔ۔ پهٔ هغه وخت به درته هر څهٔ معلوم شی۔
سَلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ كَمْ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ اٰیَةٍۭ بَیِّنَةٍ١ؕ وَ مَنْ یُّبَدِّلْ نِعْمَةَ اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۲۱۱
تپوس وکړه دَ بنی اسرائیلو نه چې څومره څرګندې نخښې مونږ راستولی دی هغوی ته، ف۳۳۵ اؤ څوک چې بدل کړی دَ الله نعمت پس دَ دې نه چې هغهٔ ته ورسی ، نو بې شکه دَ الله عذاب ډېر سخت دے ف۳۳۶ ۔
ف۳۳۵: دَ دې نه مخکښې وئیلی شوی دی چې دَ الله تعالیٰ دَ حکم نافرمانی دَ عذاب سبب دے ، دَ هغې پهٔ تائید کښې فرمائی چې دَ یهودو نه تپوس وکړیٔ۔ هغوی ته هم صفا حکمونه راغلی وو معجزې څرګندې شوے وې خو چې هغوی پرې یقین ونهٔ کړو نو آخر ورباندې عذاب راغلو۔ قاعده دا ده چې الله تعالیٰ دَ اول سره پهٔ چا عذاب نهٔ راولی چې دَ معجزو نه پس هم یقین ونهٔ کړی نو بیا دَ عذاب نه بچ کېدے نهٔ شی۔
ف۳۳۶: یعنی څوک چې دَ الله احکام ونهٔ منی اؤ دَ احساناتو ناشکری وکړی نو بیا دَ الله عذاب ډېر سخت دے۔ پهٔ دنیا کښې هم ذلیل شی۔ څوک قتل شی اؤ څوک جزیه قبوله کړی ذلیل شی اؤ قیامت کښې به هم همېشه پهٔ دوزخ کښې وی۔
زُیِّنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَ یَسْخَرُوْنَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ۘ وَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ وَ اللّٰهُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ۝۲۱۲
میٔن کړی شوی دی کافران دَ دنیا پهٔ ژوند اؤ خاندی پهٔ ایماندارو پورې، ف۳۳۷ اؤ څوک چې پرهېزګار دی هغوی به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ کافرانو نه وچت وی، اؤ الله روزی ورکوی چا له چې وغواړی بې حسابه ، ف۳۳۸
ف۳۳۷: یعنی کافران چې دَ الله تعالیٰ حکم نهٔ منی اؤ دَ پېغمبرانو خلاف کوی دا ځکه چې دَ هغوی نظر پهٔ دنیا دے۔ دَ دنیا نعمتونه هغوی ته داسې خواږهٔ دی چې دَ هغې پهٔ بدل کښې دَ آخرت دَ نعمتونو هډو څهٔ خیال نهٔ ساتی بلکې مسلمانان چې دَ آخرت فکر کوی دوی پهٔ هغوی پورې ټوقې اؤ خندا کوی۔ دَ مشرکانو سردارانو اؤ مالدارو به حضرت بلالؓ اؤ حضرت عمارؓ اؤ حضرت صُهیبؓ غوندې فقرانو مسلمانانو پورې خندا کؤله چې دا غریبانان دَ آخرت پهٔ نالیدلی څیزونو اؤ دَ رسول اللهﷺ پهٔ وعدو هسې پهٔ دنیا کښې پهٔ ځان تکلیف تېروی۔ اؤ وې به ېٔ چې رسول اللهﷺ نعوذ بالله کم عقل دے۔ دې دَ بې سرو سامان غریبانانو پهٔ سر پهٔ ټولو عربو اؤ مالدارو سردارانو باندې حکومت کؤل غواړی اؤ دَ ټولې دنیا اصلاح کؤل غواړی۔ دا هېچرې نهٔ شی کېدے۔
فائده: دَ نعمت رسېدو مطلب دا دے چې علم ېٔ ورته حاصل شی۔
ف۳۳۸: الله تعالیٰ دَ دوی دَ خندا پهٔ جواب کښې فرمائی چې دا جاهلان پهٔ دنیا باندې داسې غاوره دی چې دَ اصل حال نه خبر نهٔ دی چې دا فقیران به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ دوی نه پهٔ درجو وچت وی اؤ دا خو دَ الله تعالیٰ خوښه ده چې چا ته بې حسابه روزی ورکوی۔ چنانچه هم دغه فقیرانو ته دَ مدینې منورې دَ یهودو بنی قریظه اؤ بنی نضیر ټول مال دولت الله تعالیٰ ورکړو اؤ دَ ایران اؤ دَ روم لوئی لوئی حکومتونه ېٔ ورته حواله کړل۔ (چې دَ قریشو سردارانو پهٔ خوب کښې هم داسې نعمتونه نهٔ وو لیدلی اؤ نهٔ ېٔ تصّور کؤلے شو۔
كَانَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً١۫ فَبَعَثَ اللّٰهُ النَّبِیّٖنَ مُبَشِّرِیْنَ وَ مُنْذِرِیْنَ١۪ وَ اَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ لِیَحْكُمَ بَیْنَ النَّاسِ فِیْمَا اخْتَلَفُوْا فِیْهِ١ؕ وَ مَا اخْتَلَفَ فِیْهِ اِلَّا الَّذِیْنَ اُوْتُوْهُ مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ بَغْیًۢا بَیْنَهُمْ١ۚ فَهَدَی اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِمَا اخْتَلَفُوْا فِیْهِ مِنَ الْحَقِّ بِاِذْنِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۲۱۳
وو خلق ټول پهٔ یو دین ، بیا راواستؤل الله پېغمبران ، زېرے ورکونکی اؤ ویرونکی ، اؤ نازل ېٔ کړو دَ هغوی سره رښتونے کتاب، چې فیصله وکړی دَ خلقو پهٔ مینځ کښې پهٔ کومو خبرو کښې چې هغوی جګړه کوی ، اؤ نه دے اختلاف جوړ کړے پهٔ دې کښې ، مګر هغه کسانو کومو ته چې ورکړې شوے وهٔ دا کتاب پس دَ دې نه چې راغلل هغوی ته صفا حکمونه ، پخپلو کښې دَ ضد پهٔ وجه ، نو هدایت وکړو الله مؤمنانو ته دَ هغې خبرې پهٔ کومه کښې چې دوی جګړه کؤله پخپل حکم ، اؤ الله ښئی چا ته چې وغواړی نېغه لاره۔ ف۳۳۹
ف۳۳۹: دَ حضرت آدمؑ نه پس تر څهٔ وخته پهٔ ټوله دنیا کښې یو حق دین چلېدو دَ هغې نه وروستو بیا خلق ګمراه شول نو الله تعالیٰ دَ هغوی دَ هدایت دپاره اؤ دَ صحیح دین دَ ښودلو دپاره پېغمبران راواستؤل چې هغوی به مؤمنانو ته دَ ثواب اؤ جنتونو خوشخبری ورکؤله اؤ کافران به ېٔ دَ الله دَ عذاب نه ویرؤل۔ هغه پېغمبرانو ته الله تعالیٰ رښتونے کتاب ورکړو چې دَ خلقو جګړې ختمې کړی اؤ بیا پهٔ ټوله دنیا کښې حق دین جاری شی۔ نو کومو خلقو ته چې رښتونے کتاب راغلے وهٔ هغوی بیا خپله پهٔ هغې کښې جګړې پیدا کړې اؤ رد و بدل ېٔ پکښې وکړو۔ لکه یهودو اؤ عیسایانو چې پهٔ تورات اؤ انجیل کښې تحریف وکړو اؤ دا ګړبړ ېٔ دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه نه کؤل بلکې ښهٔ پهٔ پوهه ېٔ دَ دنیا دَ محبت اؤ دَ نورو قومونو سره دَ بغض اؤ حسد پهٔ وجه ېٔ کؤل نو اوس الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل مسلمانانو ته هدایت وکړو اؤ پهٔ هره عقیده اؤ هر عمل کښې ېٔ پهٔ حقه اؤ درمیانه لار روان کړل اؤ دَ یهودو اؤ عیسایانو دَ کمی زیاتی نه ېٔ بچ کړل۔
فائده: دَ دې آیت نه دوه خبرې معلومې شوې۔ یو خو دا چې الله تعالیٰ چې ګڼ کتابونه اؤ ګڼ نبیان راستؤلی دی نو دا دَ دې دپاره نهٔ دی چې خلقو ته جدا جدا لارې وښئی بلکې دَ ټولو دپاره پهٔ اصل کښې یوه حقه لار مقرر ده خو چې کله خلق دَ هغې لارې نه اوړېدل نو الله تعالیٰ یو پېغمبر راستؤلو چې بیا ېٔ لارې ته نېغ کړی اؤ هغهٔ ته ېٔ کتاب ورکؤلو چې صحیح لار ورته وښئی نو دَ دې مثال داسې دے لکه مقصد خو صحت حاصلول دے خو کله یو بیماری پیدا شی نو حکیم یو قسم دارو ورکړی اؤ کله بله بیماری پیدا شی نو بل قسم ورکړی۔ نو بیماریٔ ګڼې دی ځکه دوایانې هم ګڼې دی اؤ مقصد یو دے یعنی صحت حاصلېدل۔ پهٔ آخر کښې ورته الله تعالیٰ داسې طریقه وښیٔله چې دَ ټولو مرضونو نه ېٔ بچ کړی هغه طریقه اسلام دے نو آخری پېغمبر محمّد مصطفٰیﷺ اؤ آخری کتاب قرآن دَ ټولو نفسانی مرضونو دپاره کافی، شافی اؤ مکمّل علاج دے۔ بله (۲) خبره دا معلومه شوه چې هر نبی اؤ هر کتاب چې راستؤلے شوے دے خلقو ورسره اختلاف کړے دے نو تاسو هم دَ کفارو پهٔ اختلاف بد ره کېږیٔ مه۔ اسلام ته به الله تعالیٰ برے ورکوی۔
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَ لَمَّا یَاْتِكُمْ مَّثَلُ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ١ؕ مَسَّتْهُمُ الْبَاْسَآءُ وَ الضَّرَّآءُ وَ زُلْزِلُوْا حَتّٰی یَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰی نَصْرُ اللّٰهِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ نَصْرَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ۝۲۱۴
ولې ستاسو دا خیال دے چې جنت ته به لاړ شیٔ ، اؤ پهٔ تاسو به تېر شوی نهٔ وی داسې حالات لکه پهٔ مخکښینیو چې تېر دی۔ چې ورسېده هغوی ته سختی اؤ تکلیف اؤ وړقؤلے شو ، تر دې چې ووېٔ رسولﷺ اؤ چا چې ایمان راؤړے وهٔ دَ هغهٔ سره چې کله به رارسی دَ الله مدد ، واؤریٔ دَ الله تعالیٰ امداد نژدے دے۔ ف۳۴۰
ف۳۴۰: مخکښې ذکر شوی دی چې دَ دښمنانو دَ لاسه هر نبی ته تکلیف رسېدلے دے۔ نو مسلمانانو ته خطاب دے چې ولې تاسو داسې طمع کویٔ چې جنت ته به لاړ شیٔ اؤ دَ نورو اُمّتونو غوندې سخته به درباندې نهٔ وی راغلې دا نهٔ شی کېدے۔ دا سختې به پهٔ تاسو هم راځی۔ پهٔ هغوی باندې خو لوږې تندې اؤ دَ کفارو دَ لاسه دومره سختې داغلی دی چې هغه نبیان اؤ دَ هغوی اُمتیان به پرېشان شو۔ دعا به ېٔ کؤله چې یا الله تا چې زمونږ سره دَ مدد وعده کړے وه نو هغه به کله پوره کیږی؟ بنده کمزورې دے۔ دَ سختیا نه به ېٔ داسې ووې دَ امداد پهٔ راتلو کښې ېٔ څهٔ شک نهٔ وهٔ۔ خو مطلب به ېٔ دا وهٔ چې زر شی اؤ دا تکلیف رانه لږ کم شی چې حالت به دې حال ته ورسېدو نو الله تالیٰ ورته خطاب وفرمائیلو چې بیدار شیٔ۔ تنګیږیٔ مه۔ دَ الله مدد نژدے دے۔ دا دې در ورسېدو۔ نو اے مسلمانانو تاسو هم دَ سختیٔ نه پرېشان کېږیٔ مه۔ دَ الله امداد به زر در ورسی تاسو ته به طاقت درکړی۔ کافر به کمزورې اؤ ذلیل شی۔ صبر اؤ استقامت پکار دے اؤ دَ الله دَ رحمت نه مایوسی نهٔ ده پکار۔
یَسْـَٔلُوْنَكَ مَا ذَا یُنْفِقُوْنَ١ؕ۬ قُلْ مَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ خَیْرٍ فَلِلْوَالِدَیْنِ وَ الْاَقْرَبِیْنَ وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰكِیْنِ وَ ابْنِ السَّبِیْلِ١ؕ وَ مَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ۝۲۱۵
ستا نه تپوس کوی چې څهٔ خرچ کړی ف۳۴۱ ورته ووایه څهٔ مال چې تاسو خرچ کویٔ نو دَ مور پلار اؤ دَ خپلوانو اؤ دَ یتیمانو اؤ محتاجو اؤ مسافرو دپاره اؤ څهٔ نیکی چې تاسو کویٔ ، نو بې شکه الله ته ښهٔ معلومه ده۔ ف۳۴۲
ف۳۴۱: پهٔ مخکښې آیتونو کښې پهٔ تاکید سره دا حکم شوے وهٔ چې کفر اؤ نفاق پرېږدیٔ اؤ ټول ټال پهٔ اسلام کښې داخل شیٔ اؤ دَ الله دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ هېچا خبره مهٔ اؤریٔ۔ دَ الله دَ رضا دپاره سر اؤ مال هر څهٔ قربان کړیٔ اؤ هر تکلیف پهٔ صبر اؤ استقامت سره برداشت کړیٔ نو اوس دلته دَ شریعت څهٔ تفصیلی احکام دَ ځنې معاملاتو لکه نکاح اؤ طلاق متعلق بیانیږی چې پهٔ دې باندې ښهٔ سختیٔ سره عمل وشی اؤ دَ الله تعالیٰ رضا حاصله کړې شی۔
ف۳۴۲: ځنې اصحاب چې مالدار وو هغوی دَ رسول اللهﷺ نه تپوس وکړو؟ چې مونږ دَ الله پهٔ لار کښې مال څومره ولګؤ اؤ چاته ېٔ ورکړو نو هغوی ته دا حکم وشو چې پهٔ مور پلار، یتیمانو ، حاجتمندو اؤ مسافرو باندې مال لګویٔ دَ ثواب دپاره چې څهٔ لګولې شیٔ دَ هغې څهٔ اندازه نشته۔ لږ وی کهٔ ډېر۔ څومره چې دا چا طاقت وی اؤ توفیق وی لګؤل پکار دی خو دا ضروری ده چې هم پهٔ دغه ځایونو کښې ولګی کوم چې وښیٔلی شو۔ څهٔ بې ځایه خرڅ نهٔ شی۔
كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ وَ هُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ١ۚ وَ عَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ١ۚ وَ عَسٰۤی اَنْ تُحِبُّوْا شَیْـًٔا وَّ هُوَ شَرٌّ لَّكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ وَ اَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ۠۝۲۱۶
فرض کړې شوے پهٔ تاسو جهاد ف۳۴۳ اؤ دا پهٔ تاسو بد لګی۔ ف۳۴۴ خو شاید چې یو څیز پهٔ تاسو بد لګی اؤ هغه ستاسو پهٔ حق کښې خیر وی ، اؤ شاید یو څیز ستاسو خوښ وی خو هغه ستاسو دپاره ناکاره وی اؤ الله ښهٔ پوهیږی اؤ تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔ ف۳۴۵
ف۳۴۳: یعنی دَ دین دَ دښمنانو سره جنګ (جهاد) فرض شو۔
فائده: څومره چې رسول علیه السّلام پهٔ مکه معظمه کښې وهٔ۔ مسلمانانو ته دَ کافرو سره دَ جنګ اجازت نهٔ وهٔ۔ چې مدینې منوّرې ته هجرت وشو نو اجازت ورکړې شو۔ پهٔ اول کښې صرف دَ هغه کافرانو سره جنګ فرض وهٔ کومو چې پهٔ مسلمانانو حمله کؤله۔ وروستو بیا عام اجازت وشو حمله ېٔ کړے وی کهٔ نه۔ کهٔ چرې کفار حمله وکړی نو پهٔ هر بالغ دَ جنګ قابل مسلمان باندې جهاد فرض عین دے۔ اؤ کهٔ حمله ېٔ نه وی کړے نو فرض کفائی دے۔ چې ځنې کسان جهاد ته لاړ شی نو دَ نورو غاړه به هم خلاصه شی اؤ کهٔ څوک هم جهاد ته لانهٔ ړو نو ټول به ګنهګار وی۔ جهاد فرض هغه وخت کښې دے چې دَ جهاد ټول شرطونه کوم چې دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې لیکلی دی موجود وی۔ البته دَ کوم قوم سره چې مسلمانانو صلح کړے وی اؤ دَ جنګ نهٔ کؤلو معاهده ېٔ کړے وی۔ یا کوم کفار چې دَ مسلمانانو پهٔ امن اؤ حفاظت کښې راغلی وی (لکه ذمیان) دَ هغوی سره جنګ کؤل جائز نهٔ دی اؤ نهٔ دَ هغوی خلاف بل چا سره امداد کؤل جائز دی۔
ف۳۴۴: دَ بد لګېدو مطلب دا دے چې پهٔ طبیعت ېٔ دروند وو اؤ ګران ورته ښکارېدو۔ دا نهٔ چې ګنی دَ جهاد نه ېٔ انکار کړے وهٔ یا ورته خلاف مصلحت ښکاره شوے وهٔ۔ اؤ فطری طور ژوند دَ هر انسان خوښ دے نو ضرور جنګ پهٔ طبیعت دروند وی۔ اؤ دومره خبره کښې څهٔ ګناه نشته۔
ف۳۴۵: یعنی دا خبره ضروری نهٔ ده چې کوم شے تاسو ځان دپاره فائده مند ګڼیٔ هغه دې رښتیا فائده مند وی بلکې اکثر داسې کیږی چې بنیادم یو کار ځان دپاره دَ فائدې ګڼی اؤ هغهٔ ته پکښې نقصان ورسی اؤ کېدے شی چې یو شے نقصانی ګڼی اؤ هغه ورته فائده مند شی۔ تاسو خو دا خیال کویٔ چې پهٔ جهاد کښې دَ سر اؤ مال نقصان دے اؤ تکلیف دے اؤ پهٔ جنګ نهٔ کؤلو کښې تکلیف نشته لېکن دا خیال نهٔ کویٔ چې جهاد کښې تاسو ته پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې څومره غټې غټې فائدې دی اؤ پهٔ نهٔ کؤلو کښې څومره نقصانونه دی۔ تاسو نهٔ پوهېږیٔ ۔الله ښهٔ پوهیږی۔ نو خپل عقل پرېږدیٔ اؤ دَ الله حکم پهٔ سر سترګو ومنیٔ۔
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِیْهِ١ؕ قُلْ قِتَالٌ فِیْهِ كَبِیْرٌ١ؕ وَ صَدٌّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ كُفْرٌۢ بِهٖ وَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ١ۗ وَ اِخْرَاجُ اَهْلِهٖ مِنْهُ اَكْبَرُ عِنْدَ اللّٰهِ١ۚ وَ الْفِتْنَةُ اَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ١ؕ وَ لَا یَزَالُوْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ حَتّٰی یَرُدُّوْكُمْ عَنْ دِیْنِكُمْ اِنِ اسْتَطَاعُوْا١ؕ وَ مَنْ یَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَیَمُتْ وَ هُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ١ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۲۱۷
تپوس کوی ستا نه دَ عزتمندې میاشتې چې پهٔ دې کښې جنګ څنګه دے، ف۳۴۶ ورته ووایه چې جنګ پهٔ دې کښې غټه ګناه ده۔ ف۳۴۷ اؤ خلق منع کؤل دَ الله دَ لارې نه اؤ هغه نهٔ منل اؤ دَ مسجد حرام نه منع کؤل اؤ ویستل دَ دې ځائې دَ خلقو دَ دې ځائې نه دَ هغې نه هم غټه ګناه ده دَ الله پهٔ نژد ، ف۳۴۸ اؤ خلق دَ دین نه اړؤل دَ قتل نه هم زیات دی۔ ف۳۴۹ اؤ کفار خو به همېشه تاسو سره جنګ کوی چې تاسو دَ خپل دین نه واړوی کهٔ دَ هغوی وس ورسی۔ ف۳۵۰ اؤ څوک چې پهٔ تاسو کښې دَ خپل دین نه واؤړېدو اؤ هغه مړ شو دَ کفر پهٔ حالت کښې نو برباد شو دَ هغوی ټول عمل پهٔ دنیا اؤ اخرت کښې۔ اؤ دغه خلق دَ دوزخ وسېدونکی دی دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ ف۳۵۱
ف۳۴۶: رسول اللهﷺ دَ اصحابو یو ټولې جهاد دپاره استؤلے وهٔ۔ دا دَ جمادی الثانی آخری ورځې وې۔ نو دَ اصحابو دا خیال وهٔ چې دَ رجب میاشت نهٔ ده راختلې پهٔ کافرو ېٔ حمله وکړه اؤ هغوی ېٔ وتښتؤل اؤ مالِ غنیمت ېٔ رسول اللهﷺ ته راؤړو۔ دَ دوی خو دا خیال وهٔ لېکن پهٔ هغه شپه دَ رجب میاشت راختلې وه۔ نو کافرانو پهٔ رسول اللهﷺ باندې بد وئیل اؤ ګیلې ېٔ ورته راواستؤلې چې مونږ خو پهٔ بزرګه میاشت کښې جنګ نهٔ کؤلو۔ اؤ ستا ملګریو راباندې حمله وکړه، زمونږ مالونه ېٔ لوټ کړل اؤ پهٔ قومونو کښې ېٔ دا پروپیګنډې شروع کړې چې محمّدﷺ اوس دَ بزرګو میاشتو احترام هم پرېښو نو اصحابؓ دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو چې زمونږ نه دا کار پهٔ غلطیٔ کښې شوے دے۔ دَ دې څهٔ حکم دے۔ نو دا آیت نازل شو۔
ف۳۴۷: چې زبرګو میاشتو کښې جنګ کؤل بېشکه حرام دی اؤ ګناه ده لېکن اصحابو خو پهٔ غلطیٔ کښې دا کار کړے دے نو دَ معافیٔ قابل دی۔
ف۳۴۸: پهٔ زبرګه میاشت کښې جنګ خو ګناه ده لېکن خلق دَ اسلام نه منع کؤل اؤ دینِ اسلام نهٔ منل اؤ خلق دَ بیت الله دَ زیارت نه منع کؤل اؤ دَ مکّې مکرمې وسیدونکی دَ خپل کلی نه شړل دَ دې نه هم غټ جرمونه اؤ ګناه ده کوم چې تاسو کویٔ۔ مطلب دا چې پهٔ دې میاشتو کښې چا سره بې سببه جنګ کؤل ګناه ده۔ لېکن څوک چې داسې جرمونه کوی هغهٔ ته سزا ورکؤل ګناه نهٔ ده اؤ څوک چې پهٔ دې زبرګو میاشتو کښې هم مسلمانانو ته دَ تکلیف رسؤلو نه نهٔ منع کیږی نو هغوی ته سزا ورکؤل ضروری دی اؤ دا څهٔ دَ ملامتې خبره نهٔ ده۔ دوی خپل عمل ته نهٔ ګوری اؤ مسلمانانو ته پېغور نه ورکوی۔
ف۳۴۹: یعنی خلق دَ حق دین نه منع کؤل دَ قتل نه ډېر ناکاره کار دے۔ کفارو دَ مسلمانانو خلاف دا پروپیګنډه دې دپاره کؤله عام عرب قبائل چې دَ زبرګو میاشتو احترام کوی دَ اسلام نه بد دله شی اؤ دا خلق اسلام قبول نهٔ کړی۔ نو الله تعالیٰ فرمائی چې دَ ستاسو دا عمل دَ قتل نه ډېر ناکاره دے۔
ف۳۵۰: یعنی تر څو پورې چې تاسو پهٔ خپل دین قائم ییٔ دا مشرکان به تاسو رسره جنګونه کوی۔ کوم وخت چې ېٔ وس بر کیږی کهٔ زبرګې میاشتې وی اؤ کهٔ حرم شریف وی۔ هر ځائې اؤ هر وخت دوی جنګ ته تیار دی۔ لکه دَ عمره حدیبیه پهٔ موقع چې پهٔ زبرګه میاشت کښې مشرکانو ځان جنګ ته تیار کړو اؤ مسلمانان ېٔ عمرې ادا کؤلو ته نهٔ پرېښؤل۔ نو دَ داسې خلقو پهٔ خبرو هډو پرواه مهٔ ساتئ۔ څو چې خپله دَ زبرګو میاشتو احترام نهٔ کوی نو دَ نورو نه ولې غواړی۔
ف۳۵۱: یعنی دَ اسلام نه واپس کېدل اؤ تر مرګه پهٔ کفر قائم پاتې کېدل داسې خراب کار دے چې دَ ټول عمر نېکیٔ ېٔ بربادیږی۔ پهٔ دنیا کښې هم دا حکم دے څوک چې مرتد شو یعنی دَ اسلام راؤړو نه پس بیا کافر شو ، دَ هغهٔ نکاح ماته شوه۔ دَ میراث نه محروم شو اؤ دَ آخرت نېکئ ېٔ هم ټولې برباد شوې اوس به همېشه پهٔ دوزخ کښې پروت وی۔ اؤ کهٔ بیا دوباره مسلمان شو نو اوس دَ اسلام نه پس کهٔ ېٔ څهٔ نیکی وکړه دَ هغې اجر به ورکېدے شی اؤ زړې نېکئ ېٔ برباد شوې دَ هغې اجر به ېٔ نهٔ وی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ الَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَ جٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ۙ اُولٰٓىِٕكَ یَرْجُوْنَ رَحْمَتَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۲۱۸
بې شکه چا چې ایمان راؤړو ، اؤ چا چې هجرت وکړو اؤ جهاد ېٔ وکړو دَ الله پهٔ لار کښې، هم دغه خلق امیدوار دی دَ الله دَ رحمت اؤ الله ډېر بخښونکے مهربانه دے۔ ف۳۵۲
ف۳۵۲: دَ مخکښینیو آیتونو نه هغه اصحابو ته دا خو معلومه شوه چې پهٔ دې جنګ کښې هغوی باندې څهٔ ګناه نشته خو دَ هغوی زړهٔ کښې دا شک وهٔ چې دَ دې جهاد ثواب به هم وی اؤ کهٔ نه، نو دا آیت نازل شو چې چا دَ الله دپاره جهاد وکړو اؤ خپل څهٔ غرض ېٔ پکښې نهٔ وهٔ هغوی بېشکه دَ الله دَ رحمت مستحق دی۔ الله دَ خپلو بندګانو غلطۍ معاف کوی اؤ بخښونکے مهربانه دے تاسو ته به هم دَ دې جهاد ثواب درکړی۔
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَ الْمَیْسِرِ١ؕ قُلْ فِیْهِمَاۤ اِثْمٌ كَبِیْرٌ وَّ مَنَافِعُ لِلنَّاسِ١٘ وَ اِثْمُهُمَاۤ اَكْبَرُ مِنْ نَّفْعِهِمَا١ؕ وَ یَسْـَٔلُوْنَكَ مَا ذَا یُنْفِقُوْنَ١ؕ۬ قُلِ الْعَفْوَ١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَۙ۝۲۱۹
تپوس کوی ستا نه دَ شرابو اؤ دَ جوارۍ دَ حکم، ف۳۵۳ ورته ووایه چې دې دواړو کښې غټه ګناه ده۔ اؤ څهٔ فائدې هم دی دَ خلقو ، خو دَ دې ګناه دَ دې دواړو دَ نفع نه ډېره زیاته ده۔ ف۳۵۴ اؤ تا نه تپوس کوی چې څهٔ خرچ کړو ، ورته ووایه چې څهٔ درسره دَ خپل خرچ نه بچ شی ،ف۳۵۵ هم دغسې بیانوی الله تاسو دپاره حکمونه۔ چې تاسو فکر وکړیٔ۔
ف۳۵۳: دَ شرابو اؤ جواریٔ پهٔ حق کښې ډېر آیتونه نازل شوی دی ، پهٔ هر یو کښې دَ دې بدی بیان شوے ده۔ آخر دَ سورتِ مائده پهٔ آیت کښې بیا صفا دَ ممانعت حکم وشو۔ اوس کوم څیزونه چې نشه راؤلی هغه ټول حرام دی اؤ داسې هر شرط چې پکښې ګټه اؤ بیلات وی حرام دے۔ البته یک طرفه شرط حرام نهٔ دے۔
ف۳۵۴: دَ شرابو پهٔ نشه کښې عقل (چې دَ خرابو کارونو نه سړے منع کوی) لاړ شی اؤ بنده جنګ ، جدل اؤ ناکاره کارونو ته تیار شی اؤ داسې نشې ډېرې جسمانی اؤ روحانی بیماریٔ پیدا کوی ډېر ځله بنیادم مرګ ته ورسوی۔ اؤ دَ جواریٔ نه ډېرې جنګ جګړې اؤ فسادونه جوړیږی۔ دَ بال بچ رزق ېٔ تنګ اؤ ژوند ېٔ خراب شی اؤ ډېر ورانې ترې پیدا کیږی۔ اګرچې پهٔ ظاهره دې دواړو کښې لږه فائده هم ښکاری۔ چې جوارۍ کښې څهٔ مال بې محنته پهٔ لاس ورشی۔ دَ شرابو پهٔ نشه کښې هغه وخت زړهٔ ته لږ سرور حاصل شی۔ لېکن نقصان ېٔ دَ فائدې نه ډېر زیات دے ځکه ترېنه الله تعالیٰ مسلمانان منع کړی دی۔
ف۳۵۵: اصحابو تپوس کؤلو چې دَ خدائې په لار کښې څومره مال لګؤل پکار دی نو حکم وشو چې څومره ستاسو دَ ضرورت نه زیات وی هغه دَ خدائې پهٔ لار کښې نورو حاجتمندو باندې ولګویٔ۔ لکه څنګه چې دَ آخرت خیال ضروری دے، دغسې دَ دنیا ضرورت اؤ ذمه داریٔ پوره کؤل هم ضروری دی۔ کهٔ څوک دومره ډېر مال خیرات کړی چې خپل ضروریات ېٔ بیا نیمګړی پاتې شی نو بیا به دا دَ کوم ځائې نه پوره کوی اؤ کوم حقونه چې پرې واجب دی هغه به څنګه ادا کوی۔ پته لګی چې څومره دینی اؤ دنیوی خرابو کښې به ګېر شی۔
فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١ؕ وَ یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْیَتٰمٰی١ؕ قُلْ اِصْلَاحٌ لَّهُمْ خَیْرٌ١ؕ وَ اِنْ تُخَالِطُوْهُمْ فَاِخْوَانُكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَعْنَتَكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۲۲۰
دَ دنیا اؤ اخرت پهٔ خبرو کښې۔ ف۳۵۶ اؤ تا نه تپوس کوی دَ یتیمانو دَ حکم۔ ف۳۵۷ ورته ووایه چې دَ دوی کارونه ښهٔ کؤل بهتر دی۔ اؤ کهٔ دَ هغوی خرچ شریک کړیٔ دَ خپل سره نو هغوی هم ستاسو روڼه دی ، اؤ الله ښهٔ پېژنی ورانے کؤنکی اؤ اصلاح کؤنکی، ف۳۵۸ اؤ کهٔ الله غوښتے ، نو پهٔ تاسو به ېٔ تکلیف اچؤلے وهٔ ف۳۵۹ بې شکه الله زبردست دے تدبیر واله۔ ف۳۶۰
ف۳۵۶: یعنی دنیا فانی ده اؤ ځائې دَ حوائجو دے اؤ آخرت باقی اؤ دارِ ثواب دے۔ ځکه پهٔ سوچ اؤ فکر سره پهٔ هر یو کار کښې دَ هغې مناسب خرڅ کؤل پکار دے اؤ دَ دنیا اؤ آخرت دواړو لحاظ ساتل پکار دے۔ اؤ احکام پهٔ وضاحت سره دَ بیانؤلو مطلوب هم دا دے چې تاسو ته دَ فکر کؤلو موقع ملاؤ شی۔
ف۳۵۷: ځنې کسانو به دَ یتیمانو پهٔ مال کښې احتیاط نهٔ کؤلو نو دا آیتونه نازل شو ” وَ لَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ “ نو چا چې دَ یتیمانو پرورش کؤلو هغوی ویرېدل اؤ دَ یتیمانو مال ېٔ دَ خپل مال نه اؤ دَ هغوی خرڅ خوراک ېٔ بالکل جدا کړو۔ ځکه چې پهٔ شریک خرچ کښې ېٔ دا شک وهٔ چې دَ یتیم مال به مونږ ته راواؤړی۔ پهٔ دې کښې دا تکلیف پیښ شو چې کوم خوراک به ېٔ دَ یتیمانو دپاره تیار کړو نو کهٔ دَ هغوی نه به څهٔ زیاتی شو هغه به دوی خوړې نهٔ شو هغه به برباد شو۔ پهٔ دې کښې یتیمانو ته تاوان وهٔ۔ نو اصحابوؓ دَ رسول اللهﷺ نه تپوس وکړو چې اوس دَ دې سره څهٔ وکړو۔ دې کښې خو دَ یتیمانو مال بربادیږی نو دا آیتونه نازل شول۔
ف۳۵۸: یعنی مطلب خو دَ یتیمانو دَ مال حفاظت دے، نو کهٔ پهٔ جدا خرڅ کښې هغوی ته فائده وی هغسې کویٔ اؤ کهٔ پهٔ شریکه کښې ورته فائده وی نو شریک کویٔ ېٔ هغوی هم ستاسو روڼه دی کهٔ یو وخت دَ هغوی څیز تاسو وخوریٔ نو بل وخت به تاسو خپل څیز هغوی ته ورکړیٔ۔ الله تعالیٰ ته ستاسو نیتونه ښهٔ معلوم دی چې دا شرکت تاسو دَ یتیمانو دَ مال دَ حفاظت دپاره کویٔ کهٔ دَ خپلې فائدې دپاره۔
ف۳۵۹: اؤ کهٔ الله تعالیٰ غوښتے چې تاسو پهٔ تکلیف شیٔ نو تاسو باندې به ېٔ پابندی یٔښې وه چې هر څهٔ چې وی دَ یتیم مال به دَ ځان سره نهٔ ګډویٔ اؤ کهٔ پهٔ غلطیٔ اخوا دیخوا کېدو پهٔ هغې به ېٔ هم نیولیٔ۔ خو الله تعالیٰ پهٔ تاسو سختی نهٔ کوی۔
ف۳۶۰: یعنی سخت حکم به ېٔ ورکړے وهٔ ځکه چې هغه دَ زبردست طاقت خاوند دے۔ خو هغه پهٔ تاسو اسانتیا کوی اؤ هغه پهٔ تدبیر اؤ حکمت اؤ مصلحت کار کوی۔
وَ لَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكٰتِ حَتّٰی یُؤْمِنَّ١ؕ وَ لَاَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَیْرٌ مِّنْ مُّشْرِكَةٍ وَّ لَوْ اَعْجَبَتْكُمْ١ۚ وَ لَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِیْنَ حَتّٰی یُؤْمِنُوْا١ؕ وَ لَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَیْرٌ مِّنْ مُّشْرِكٍ وَّ لَوْ اَعْجَبَكُمْ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ یَدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ١ۖۚ وَ اللّٰهُ یَدْعُوْۤا اِلَی الْجَنَّةِ وَ الْمَغْفِرَةِ بِاِذْنِهٖ١ۚ وَ یُبَیِّنُ اٰیٰتِهٖ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ۠۝۲۲۱
اؤ تاسو نکاح مهٔ کویٔ دَ مشرکو ښځو سره۔ تر هغه چې ایمان رانهٔ وړی اؤ مسلمانه وینځه ښهٔ ده دَ مشرکې بی بی نه ۔ اګرچې تاسو ته دا ښهٔ وښکاری ، اؤ نکاح مهٔ کویٔ دَ مشرکانو سړو سره ، تر هغه چې ایمان رانهٔ وړی ، اؤ مسلمان غلام ښهٔ دے دَ ازاد مشرک نه۔ اګر کهٔ دې تاسو ته ښهٔ وښکاری ف۳۶۱ دوی تاسو بلی دوزخ طرف ته۔ ف۳۶۲ اؤ الله تعالیٰ مو بلی جنت طرف ته اؤ دَ بخښنې طرف ته پهٔ خپل حکم۔ اؤ بیانوی خلقو ته خپل حکمونه ، چې دوی نصیحت قبول کړی۔
ف۳۶۱: دَ اسلام پهٔ اولو ورځو کښې مسلمان سړی دَ مشرکې ښځې سره اؤ مسلمانې ښځې دَ مشرک سړی نکاح کؤلے شوه۔ پهٔ دې آیت سره هغه حکم منسوخ شو اؤ داسې نکاح منع شوه اؤ کهٔ دَ نکاح پهٔ وخت دواړه مسلمانان وو بیا وروستو پکښې یو کس مشرک شو نو نکاح به ېٔ ماته شی۔ شرک داسې لکه څوک پهٔ علم یا قدرت یا بل صفت کښې دَ خدائې پهٔ شان وګڼی یا څوک حقیقی مختار وګڼی اؤ دَ هغهٔ نه خپل مرادونه وغواړی یا چا ته دَ خدائې پهٔ شان دَ تعظیم سجده وکړی وغېره۔ باقی دا خبره دَ نورو آیتونو نه معلومیږی چې مسلمان سړے دَ یهودی اؤ عیسائی ښځې سره نکاح کؤلے شی خو پهٔ دې شرط کهٔ هغوی پهٔ خپل اصل دین قائم وی۔
دهری یا دَ خدائې نه منکر نهٔ وی لکه نن صبا چې اکثر عیسایان دغسې دی۔ خلاصه دَ آیت دا ده چې مسلمان سړی ته دَ مشرکې ښځې سره نکاح جائز نهٔ ده څو پورې چې هغه مسلمانه شوے نهٔ وی کهٔ هغه ډېره ښائسته یا مالداره وی اؤ ستاسو ډېره خوښه وی دَ هغې نه یوه غریبه مسلمانه وینځه ستاسو دپاره ښهٔ ده۔ دغه شان مسلمانې ښځې له دَ مشرک سړی سره نکاح جائز نهٔ ده کهٔ هر څو چې ښائسته ، قابل، یا مالدار اؤ ستاسو خوښ وی۔ دَ داسې سړی نه ورله یو غریب غلام مسلمان ښهٔ دے ځکه چې دَ وادهٔ پهٔ وجه ورسره ناسته پاسته اؤ خلط ډېر شی نو ستاسو پهٔ زړهٔ کښې به دَ شړک سره نفرت کم شی اؤ دَ شرک طرف ته به مو مینه پیدا شی چې دَ هغې انجام دوزخ دے۔
ف۳۶۲: دا خلق تاسو دوزخ طرف ته راکاږی ، اؤ الله تعالیٰ مو دَ دوزخ نه بچ کوی جنت ته مو غواړی۔ نو دَ مشرکانو سره تعلقات مهٔ جوړویٔ۔
وَ یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْمَحِیْضِ١ؕ قُلْ هُوَ اَذًی١ۙ فَاعْتَزِلُوا النِّسَآءَ فِی الْمَحِیْضِ١ۙ وَ لَا تَقْرَبُوْهُنَّ حَتّٰی یَطْهُرْنَ١ۚ فَاِذَا تَطَهَّرْنَ فَاْتُوْهُنَّ مِنْ حَیْثُ اَمَرَكُمُ اللّٰهُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْنَ وَ یُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِیْنَ۝۲۲۲
اؤ ستا نه تپوس کوی دَ حیض دَ حکم۔ ورته ووایه چې دا ګندګی ده ، نو تاسو جدا وسیٔ دَ ښځو نه پهٔ حیض کښې، ف۳۶۳ اؤ مهٔ نژدے کیږیٔ دوی ته تر څو چې پاکې نهٔ شی، ف۳۶۴ بیا کله چې ښې پاکې شی۔ نو ورځیٔ دَ کوم طرف نه چې الله تعالیٰ حکم درکړے۔ ف۳۶۵ بې شکه الله خوښوی توبه کؤنکی اؤ خوښوی دَ ګندګیٔ نه بچ کېدونکی۔ ف۳۶۶
ف۳۶۳: حیض وئیلې شی هغه وینې ته کومه چې هره میاشت دَ ښځو عادت دے راځی۔ دَ حیض پهٔ حالت کښې ښځو ته نمونځ کؤل ، روژه نیؤل، دَ سړو نژدے کېدل جائز نهٔ دی اؤ دَ هغوی سره خوراک څښاک اؤ پهٔ یو کور کښې وسېدل جائز دی۔ یهودیانو به پهٔ دې حالت کښې دَ ښځو سره پهٔ یو لوښی کښې خوراک کؤل اؤ پهٔ یو کور کښې وسېدل هم جائز نهٔ ګڼل اؤ عیسایانو به ورسره پهٔ دې حالت کښې دَ نژدېکت نه هم پرهېز نهٔ کؤلو۔ نو مسلمانانو تپوس وکړو چې مونږ ته څهٔ حکم دے نو دا آیت نازل شو۔ رسول اللهﷺ مسلمانانو ته وفرمائیل چې دَ داسې ښځو سره خوراک اؤ پهٔ یو کور کښې وسېدل جائز دی خو نژدېکت ورسره جائز نهٔ دے۔ دَ یهودیانو افراط اؤ دَ عیسایانو تفریط دواړه مردود دی۔
ف۳۶۴: دَ پاکېدو دا تفصیل دے کهٔ حیض پهٔ خپل پوره وخت یعنی لس(۱۰) ورځې پس بند شوے وی نو دَ غسل نه مخکښې هم ورسره نژدیکت جائز دے اؤ کهٔ دَ لس(۱۰) ورځو نه مخکښې پهٔ خپل عام عادت مثلًا شپږ(۶) ورځې پس بند شوے وی نو چې ښځه دَ پاکیٔ غسل وکړی یا دَ یو نمانځه وخت ورباندې تېر شی نو بیا ورته نژدېکت جائز دے۔ دَ غسل نه مخکښې جائز نهٔ دے۔
ف۳۶۵: څنګه چې اجازت ورکړې شوے دے یعنی دَ مخې طرف نه۔ پهٔ کوم ځائې چې بچے پیدا کیږی۔ دَ شا طرف ته یعنی لواطت حرام دے۔
ف۳۶۶: یعنی څوک چې توبه وباسی دَ داسې ګناه نه چې پهٔ غلطیٔ ترې شوے وی۔ مثلًا پهٔ غلطیٔ دَ حیض پهٔ حالت کښې ښځې ته نژدے شوے وی اؤ دَ ناپاکیٔ نه ځان ساتی۔ یعنی دَ حیض پهٔ حالت کښې جماع نهٔ کوی اؤ نهٔ پهٔ بله لار (دَ نجاست پهٔ لار ) جماع کوی۔ یعنی دَ لواطت نه هم ځان ساتی اؤ دَ حیض نه هم۔
نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ١۪ فَاْتُوْا حَرْثَكُمْ اَنّٰی شِئْتُمْ١٘ وَ قَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ مُّلٰقُوْهُ١ؕ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۲۲۳
ستاسو ښځې ستاسو پټی دی۔ نو ورځیٔ خپلو پټو ته دَ کومې مخې چې مو زړهٔ غواړی ف۳۶۷ اؤ دَ وړاندې تدبیر کویٔ خپلو ځانونو دپاره ف۳۶۸ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ اؤ پوهه شیٔ چې تاسو هغهٔ سره ملاقات کؤنکی ییٔ ، اؤ زیرے ورکړه ایماندارو ته۔
ف۳۶۷: دَ یهودیانو دا خیال وهٔ چې دَ شا طرف نه جماع ممنوع ده پهٔ دې طریقه بچے کاڼے پیدا کیږی۔ دَ رسول اللهﷺ نه چا تپوس وکړو نو دا آیت نازل شو چې ښځې خو ستاسو دپاره دَ پټی پهٔ مثال دی چې نطفه دَ تخم پهٔ ځائې ده اؤ اولاد دَ پیداوار پهٔ ځائې نو تاسو ته اختیار دے چې جماع دَ مخې طرف نه کویٔ اؤ کهٔ شا طرف نه۔ پهٔ اړخ کویٔ کهٔ پهٔ ناسته خو جماع پهٔ داسې ځائې کښې پکار ده چې اولاد ترېنه پیدا کیږی۔ مطلب دَ جماع نه صرف دَ نفس خواهش پوره کؤل نهٔ دی۔ دَ نسل باقی ساتل اؤ اولاد پید کؤل مطلب دی۔ نو جماع داسې ځائې کښې پکار ده چې دَ اولاد طمع ترې کیږی، پهٔ بله لار کښې دا طمع نشته نو پهٔ دې وجه لواطت حرام دے۔
ف۳۶۸: یعنی دَ آخرت دَ فائدې دپاره نیک کارونه مخکښې واستویٔ۔ یا دا چې ځان دپاره نیک اولاد پیدا کړیٔ چې دَ جماع نه مقصد هم دغه دے۔ صرف دَ نفس خواهش پوره کؤل اؤ عیش عشرت نهٔ دے۔
وَ لَا تَجْعَلُوا اللّٰهَ عُرْضَةً لِّاَیْمَانِكُمْ اَنْ تَبَرُّوْا وَ تَتَّقُوْا وَ تُصْلِحُوْا بَیْنَ النَّاسِ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۲۲۴
اؤ مهٔ جوړویٔ دَ الله نوم نښخه دَ خپلو قسمونو دپاره، چې تاسو دَ ښهٔ سلوک کؤلو نه اؤ پرهېزګاریٔ نه اؤ دَ خلقو مینځ کښې جوړې راوستو نه بچ شیٔ، ف۳۶۹ اؤ الله هر څهٔ اوری خبردار دے۔ ف۳۷۰
ف۳۶۹: یعنی دَ څهٔ کار نه قسم خوړل لکه ووائی دَ مور پلار سره به خبرې نهٔ کوم۔ یا خیرات به نهٔ کوم یا دَ چا سره به صلح نهٔ کوم۔ پهٔ داسې قسمونو کښې دَ خدائې نوم اخستل۔ دَ خدائې نوم دَ یو ناکاره کار دپاره استعمالؤل دی۔ داسې کؤل جائز نهٔ دی۔ اؤ کهٔ چا داسې قَسم چرې وخوړو نو دَ هغې ماتؤل اؤ دَ قسم کفاره ورکؤل واجب دی۔
ف۳۷۰: یعنی تاسو چې قسم خوریٔ نو هغه الله اؤری۔ اؤ چې څوک دَ خدائې دَ ویرې دَ قسم خوړو نه منع شی دَ هغهٔ پهٔ نیت هم خبر دے۔ ستاسو هېڅ خبره اؤ هېڅ دَ زړهٔ اراده دَ هغهٔ نه پټه نهٔ ده۔ نو دَ خلې پهٔ خبره اؤ دَ زړهٔ پهٔ نیت دواړو کښې احتیاط پکار دے۔
لَا یُؤَاخِذُكُمُ اللّٰهُ بِاللَّغْوِ فِیْۤ اَیْمَانِكُمْ وَ لٰكِنْ یُّؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوْبُكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ۝۲۲۵
نهٔ نیسی تاسو الله ستاسو پهٔ بیهوده قَسمونو ، ف۳۷۱ خو نیسی به مو پهٔ هغه قسمونو چې ښه دَ زړهٔ نه مو کړی دی، ف۳۷۲ اؤ الله ډېر بخښونکے تحمل کؤنکے دے۔ ف۳۷۳
ف۳۷۱: لغو اؤ بیهوده قَسم هغه دے چې هسې پهٔ عادت دَ خلې نه وځی پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ قسم نیت نهٔ وی۔ لکه اکثر عوام دغسې کوی۔ پهٔ داسې قسم ماتؤلو څهٔ کفاره نشته اؤ نهٔ څهٔ ګناه۔ خو ځان داسې عادت کؤل ښهٔ نه دے۔ دَ دې خراب عادت نه ځان ساتل پکار دی اؤ کهٔ څوک پهٔ اراده باندې دَ خبرې دَ مضبوطیا دپاره والله بالله ووائی نو اګر کهٔ دَ هغهٔ مطلب قسم نهٔ وی صرف تاکید ېٔ مطلوب وی بیا هم دا الفاظ دَ قسم دی۔ کهٔ هغه دَ دې نه خلاف وکړو نو کفاره پرې واجب ده۔
ف۳۷۲: یعنی کوم قَسم چې دَ قَسم پهٔ نیت وخوړلې شی پهٔ خلهٔ هم دَ قسم الفاظ ووائی اؤ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ هم دَ قسم نیت وی دَ هغې پهٔ ماتؤلو کفاره واجب ده۔
ف۳۷۳: الله تعالیٰ غفور دے پهٔ لغو قسمونو ګرفت نهٔ کوی ، معاف کوی ېٔ۔ حلیم دے چې ګرفت سمدستی نهٔ کوی۔ شاید چې بنده توبه وباسی۔
لِلَّذِیْنَ یُؤْلُوْنَ مِنْ نِّسَآىِٕهِمْ تَرَبُّصُ اَرْبَعَةِ اَشْهُرٍ١ۚ فَاِنْ فَآءُوْ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۲۲۶
کوم خلق چې قَسم وخوری خپلو ښځو سره دَ نژدے کېدو نه هغوی ته مهلت دے څلور میاشتې۔ نو بیا کهٔ دوی یو ځائې شو۔ نو الله بخښونکے مهربانه دے۔
وَ اِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَاِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۲۲۷
اؤ کهٔ دوی اراده وکړه دَ پرېښودو ، نو بې شکه الله اورېدونکے پوهېدونکے دے۔ ف۳۷۴
ف۳۷۴: یعنی کهٔ چا قَسم وخوړو چې زهٔ به خپلې ښځې ته نهٔ نژدے کېږم نو هغهٔ ته څلور میاشتې مهلت دے۔ کهٔ دې وخت کښې دننه دې ښځې ته نژدے شو خو دَ قَسم کفاره به ورکړی اؤ ښځه به ېٔ پهٔ نکاح کښې پاتې شی۔ اؤ کهٔ دې څلور میاشتو کښې ورته نژدے نهٔ شو نو ښځه به ورباندې پهٔ طلاقِ بائن طلاقه شی۔
فائده: ایلاء پهٔ شریعت کښې دې ته وائی چې څوک ښځې ته څلور میاشتې یا دَ دې نه زیات یا بغېر دَ څهٔ وخت دَ ذکر نه دَ نهٔ نژدے کېدو قَسم وخوری۔ دَ څلورو میاشتو نه کمې مودې قسم ایلاء نهٔ ده۔ دَ دې حکم دا دے کهٔ پهٔ دې څلورو میاشتو کښې دې ښځې ته نژدے شو خو دَ قسم کفاره به ورکوی اؤ کهٔ نژدے نهٔ شو نو ښځه به پرې طلاقه شی اؤ کهٔ دَ څلورو میاشتو نه کم قسم ېٔ خوړلې وهٔ۔ لکه چا قَسم وخوړو چې درے میاشتې به ښځې ته نژدے نهٔ ورځم۔ نو کهٔ دَ دې نه مخکښې ورته نژدے شو خو دَ قسم کفاره به ورکړی اؤ کهٔ درے میاشتې ېٔ پوره کړې نو هېڅ پرې نشته ، ښځه ېٔ پهٔ خپل حال ده۔ ځکه چې ایلاء شرعی دَ څلورو میاشتو نه کمه نهٔ کیږی۔
وَ الْمُطَلَّقٰتُ یَتَرَبَّصْنَ بِاَنْفُسِهِنَّ ثَلٰثَةَ قُرُوْٓءٍ١ؕ وَ لَا یَحِلُّ لَهُنَّ اَنْ یَّكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّٰهُ فِیْۤ اَرْحَامِهِنَّ اِنْ كُنَّ یُؤْمِنَّ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ؕ وَ بُعُوْلَتُهُنَّ اَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِیْ ذٰلِكَ اِنْ اَرَادُوْۤا اِصْلَاحًا١ؕ وَ لَهُنَّ مِثْلُ الَّذِیْ عَلَیْهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ١۪ وَ لِلرِّجَالِ عَلَیْهِنَّ دَرَجَةٌ١ؕ وَ اللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۠۝۲۲۸
اؤ طلاقې ښځې دې خپل ځان انتظار کښې ساتی تر دریو حیضو۔ اؤ نهٔ دے حلال دوی ته چې پټ وساتی هغه چې پیدا کړے دے الله دَ دوی پهٔ خیټو کښې کهٔ دوی پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ایمان لری ف۳۷۵ اؤ دَ دوی خاوندان حق لری دَ دوی دَ واپس کؤلو پهٔ دې موده کښې کهٔ هغوی پهٔ سلوک وسېدل غواړی ف۳۷۶ اؤ دَ ښځو هم حق دے څنګه چې دَ سړو پهٔ هغوی حق دے دَ دستور موافق۔ اؤ سړو ته پهٔ ښځو باندې فضیلت دے۔ ف۳۷۷ اؤ الله زبردست دے تدبیر والا۔
ف۳۷۵: سړے چې ښځې ته طلاق ورکړی نو هغه ښځه سمدستی دَ بل سړی سره نکاح نهٔ شی کؤلے۔ درے(۳) حیضه انتظار به کوی۔ کهٔ حمل ېٔ وی چې پته ېٔ ولګی اؤ دَ یو کس بچے بل ته لاړ نهٔ شی۔ پهٔ ښځې دا لازمه ده چې دَ خیټې حال به څرګندوی۔ کهٔ حمل ېٔ وی هم به وائی اؤ کهٔ حیض ېٔ راځی هم به وائی۔ دې مودې تیرؤلو ته عدت وائی۔
فائده: دلته دَ طلاقې ښځې نه هغه ښځه مراد ده چې سړی ورسره کوروالې کړے وی یا یو ځان ته ځائې کښې سره جدا شوی وی یعنی صحبت یا خلوت ېٔ شوے وی اؤ هغه ښځه آزاده وی دَ چا وینځه نهٔ وی ځکه چې دَ کومې ښځې چې صرف نکاح شوے وی۔ سړی ورسره کوروالې نهٔ وی کړے۔ اؤ نهٔ پهٔ ځان ته ځائې کښې جدا شوی وی۔ پهٔ هغې باندې عدّت تېرؤل نشته۔ سمدستی نکاح کؤلے شی اؤ کومې ښځې ته چې حیض نهٔ راځی۔ وړه وی یا ډېره بوډیٔ وی نو دَ هغې عدّت درے میاشتې دے۔ اؤ کهٔ حامله وی نو دَ هغې دپاره عدّت دا دے چې بچې ېٔ پیدا شی۔ کهٔ زر پیدا شی اؤ کهٔ ډېره موده پس۔ دَ بچی دَ پید اکېدو نه مخکښې بله نکاح نهٔ شی کؤلے۔
اؤ کهٔ ښځه آزاده نهٔ وی ، دَ چا سمه پهٔ شرعی طریقه وینځه وی (هسې خدمتی نه) نو دَ هغې عدّت دوه حیضه یا یوه نیمه میاشت دے۔ اؤ کهٔ حامله وی نو هم هغه دَ بچی پیدائش ېٔ عدّت دے۔ دا تفصیل دَ نورو آیتونو اؤ حدیثونو نه معلوم شوے دے۔
ف۳۷۶: یعنی کهٔ سړے غواړی نو چې دوه طلاقه ېٔ ورکړی وی۔ دَ عدّت ختمېدو نه مخکښې ېٔ بیا ځان سره ساتلې شی اګر کهٔ دَ ښځې خوښه نهٔ وی۔ خو چې دَ سړی مطلب ورسره ښهٔ سلوک اؤ اصلاح وی۔ دَ ښځې تنګؤل یا پهٔ هغې باندې مهر معاف کؤل ېٔ مطلب نهٔ وی۔ دا ظلم دے کهٔ داسې کوی نو ګنهګار به وی۔ اګرچې دا رجعت ېٔ هم صحیح دے۔ ښځه ېٔ پهٔ نکاح کښې پاتې شوه۔
ف۳۷۷: یعنی څنګه چې دَ خاوند حق دے پهٔ ښځه باندې ، دغسې دَ ښځې هم پهٔ خاوند حقونه دی چې دَ هغې پوره کؤل پهٔ خاوند ضروری دی نو سړی دپاره دَ ښځې سره بد سلوکی یا دَ هغې حق تلفی کؤل جائز نهٔ دی خو دا هم ده چې سړی ته پهٔ ښځې باندې فضیلت دے۔ نو دَ رجعت اختیار صرف سړی ته ورکړې شوے دے۔ (دغسې دَ طلاق اختیار هم صرف دَ سړی دے مترجم)
اَلطَّلَاقُ مَرَّتٰنِ١۪ فَاِمْسَاكٌۢ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ تَسْرِیْحٌۢ بِاِحْسَانٍ١ؕ وَ لَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَاْخُذُوْا مِمَّاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ شَیْـًٔا اِلَّاۤ اَنْ یَّخَافَاۤ اَلَّا یُقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ١ؕ فَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّا یُقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ١ۙ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا فِیْمَا افْتَدَتْ بِهٖ١ؕ تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ فَلَا تَعْتَدُوْهَا١ۚ وَ مَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ۝۲۲۹
طلاقِ رجعی دوو ځلو پورې دے۔ نو بیا ساتل دی دَ دستور موافق ، یا پرېښودل دی پهٔ ښهٔ طریقه۔ ف۳۷۸ اؤ نهٔ دی جائز تاسو ته چې واخلیٔ خپل څهٔ ورکړے مال دَ ښځو نه ، مګر چې ښځه خاوند دواړه ویریږی چې دَ الله حکم به قائم ونهٔ ساتلې شی ، ف۳۷۹ بیا کهٔ تاسو ویرېږیٔ چې دواړه به دَ الله حکم قائم ونهٔ ساتلې شی۔ نو پهٔ دواړو هېڅ ګناه نشته پهٔ دې کښې چې ښځه څهٔ بدله ورکړی ف۳۸۰ اؤ ځان خلاص کړی، دا دَ الله مقرر شوی حدونه دی ، نو دَ دې نه وړاندې مهٔ ځیٔ ، اؤ څوک چې وړاندې لاړو دَ الله دَ حدونو نه نو هم هغه خلق ظالمان دی۔ ف۳۸۱
ف۳۷۸: دَ اسلام نه مخکښې دا طریقه وه چې سړی به ښځې ته لس (۱۰)، پنځلس(۱۵) هر څومره ځله طلاق ورکړو دَ عّدت نه مخکښې به ېٔ بیا رجعت وکړو اؤ ښځه به ېٔ حصاره کړه۔ بیا به ېٔ طلاق ورکړو اؤ بیا به ېٔ حصاره کړه دغسې به ېٔ ښځه تنګوله۔ نهٔ به ېٔ پرېښوه اؤ نهٔ به ېٔ ساتله۔ نو دا آیت نازل شو، چې داسې طلاق چې ښځه پکښې ساتلې شی یعنی سړے پکښې رجعت کؤلے شی صرف دوه طلاقه دی۔ یو یا دوه طلاقه پس خو سړی ته اختیار دے چې دَ عدّت دننه دَ طلاق نه رجوع کوی ښځه ساتی اؤ کهٔ پهٔ ښهٔ طریقه ېٔ پرېږدی چې بل خاوند وکړی۔ کهٔ عدّت پوره شو اؤ تر هغې ېٔ دَ طلاق نه رجوع نه وه کړے نو بیا نهٔ شی کؤلے۔ بیا دَ سړی اختیار ختم دے۔ البته کهٔ دَ دواړو خوښه وی نو بیا دواړه نکاح تړلې شی اؤ کهٔ درے ځله طلاق ېٔ ورکړے وی نو بیا پهٔ بله نکاح هم کار نهٔ کیږی۔ چې دَ بل سړی سره نکاح وتړی اؤ هغهٔ ورسره صحبت وکړی بیا طلاق ورکړی اؤ عدّت ېٔ پوره شی نو بیا کهٔ دَ دوی دواړو زړهٔ وی دوباره نکاح کؤلے شی۔
فائده: فَاِمْسَاكٌۢ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ تَسْرِیْحٌۢ بِاِحْسَانٍ“ مطلب دا دے چې کهٔ رجعت کوی نو پهٔ ښهٔ سلوک اؤ خوشحالیٔ دې سره ګذاره کوی دا نهٔ چې هسې دَ قیدؤلو اؤ تکلیف ورکؤلو دپاره ښځه بنده کړی اؤ بیا ورسره ګزاره نهٔ کوی۔ اؤ کهٔ دا نهٔ شی کؤلے نو بیا دې پهٔ آسانه اؤ خوشحالیٔ رخصت کړی چې آزاده شی۔
ف۳۷۹: یعنی سړو له دا جائز نهٔ دی چې ښځو ته چې ېٔ دَ نکاح پهٔ وخت کوم مهر ورکړے وی دَ طلاق پهٔ بدل کښې ترېنه واپس واخلی۔ البته دا پهٔ هغه وخت کښې جائز دی چې دَ دواړو طبیعت سره نهٔ لګی۔ ګزاره ېٔ نهٔ کیږی اؤ دا خطره وی چې دَ مخالف پهٔ وجه به ترېنه دَ شریعت دَ احکامو خلاف ورزی وشی اؤ سړے به دَ ښځې حقوق پوره ادا نهٔ کړې شی۔ داسې وخت کښې کهٔ دَ مهر پهٔ واپس کؤلو طلاق ورکړی نو خیر دے، ګنی سړی ته پهٔ طلاق مال اخستل جائز نهٔ دی۔
ف۳۸۰: یعنی کهٔ دا خطره وی چې دَ ښځې خاوند دواړو ګذاره نهٔ کیږی هسې ېٔ ژوند خرابیږی نو بیا پهٔ دې کښې څهٔ ګناه نشته۔ کهٔ ښځه سړی ته څهٔ رقم ورکړی، طلاق ترې واخلی اؤ ځان آزاد کړی، بل دَ خپلې خوښې سړی سره نکاح وکړی۔ دې قسم طلاق ته خُلَحۡ وئیلې شی اؤ کله چې دَ ضرورت پهٔ وجه دَ خُلَحِ اجازت شته نو دَ خُلَحۡ دپاره دَ چا کوشش کؤل هم جائز دی۔
فائده: یوه ښځه دَ رسول اللهﷺ خدمت کښې حاضره شوه اؤ عرض ېٔ وکړو چې زهٔ دَ خپل خاوند سره خوشحاله نهٔ یم۔ حضورﷺ چې پوره تحقیق وکړو نو ښځې ورته ووې چې خاوند زما پهٔ حقونو کښې څهٔ کمې نهٔ کوی اؤ نهٔ ېٔ پهٔ اخلاقو یا دینداریٔ کښې څهٔ نقصان دے خو هسې زما ورسره طبیعت نهٔ لګی۔ زړهٔ مې ترېنه نفرت کوی۔ زهٔ دَ طبیعت نه مجبوره یم دَهغهٔ سره وسېدے نهٔ شم نو رسول اکرمﷺ پهٔ هغه ښځې مهر واپس کړو اؤ سړی باندې ېٔ ورته طلاق ورکړو۔ پهٔ دې حق کښې دا آیت نازل شوے دے۔
ف۳۸۱: یعنی دا ټول احکام دَ طلاق رجعت اؤ خُلع دَ الله تعالیٰ مقرر کړی حدونه اؤ مقرر کړے قاعدې دی۔ دَ دې پابندی کؤل ضروری دی۔ اؤ پهٔ دې کښې هېڅ قسم خلاف یا کمې جائز نهٔ دے۔
فَاِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهٗ مِنْۢ بَعْدُ حَتّٰی تَنْكِحَ زَوْجًا غَیْرَهٗ١ؕ فَاِنْ طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَاۤ اَنْ یَّتَرَاجَعَاۤ اِنْ ظَنَّاۤ اَنْ یُّقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ١ؕ وَ تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ یُبَیِّنُهَا لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ۝۲۳۰
بیا کهٔ ېٔ هغې ښځې ته دریٔم ځل طلاق ورکړو نو اوس هغهٔ ته حلاله نهٔ ده دَ دې نه پس، تر څو چې دَ بل خاوند سره نکاح ونهٔ کړی۔ بیا کهٔ هغه بل خاوند هم طلاق ورکړو ، نو پهٔ دواړو څهٔ ګناه نشته کهٔ بیا خپلو کښې یو ځائې شی کهٔ دا خیال ېٔ وی چې دَالله حکم به قائم وساتی ، اؤ دا حدونه مقرر کړی دی الله ، بیانوی الله دا پوهېدونکیو ته ف۳۸۲
ف۳۸۲: یعنی کهٔ خاوند ښځې ته دریٔم طلاق هم ورکړو نو اوس ورته دا ښځه بیا نهٔ شی حلالېدے تر دې چې هغه ښځه دَ بل سړی سره نکاح وکړی اؤ هغه ورته دَ صحبت نه پس پهٔ خپله خوښه طلاق ورکړی اؤ عدّت ېٔ پوره شی نو بیا دَ اول خاوند سره دوباره نکاح کؤلے شی کهٔ دواړه راضی وی۔ اؤ دا خیال ېٔ وی چې اوس به خپلو کښې اختلاف نهٔ راځی اؤ دَ شریعت دَ احکامو مطابق صحیح ژوند تېروی۔ دې ته حلاله وائی۔ دَ حلالې نه پس دَ وړومبنی خاوند سره دوباره نکاح هله کؤلے شی چې پهٔ ځان ېٔ دا باور وی چې بیا به مو جګړې نهٔ راځی ، پهٔ شرعی طریقه به صحیح ژوند تیرؤلے شو، دَ یو بل حقونه به پوره ادا کؤلے شو اؤ دَ ګناه نه به بچ شو۔
وَ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ سَرِّحُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ١۪ وَّ لَا تُمْسِكُوْهُنَّ ضِرَارًا لِّتَعْتَدُوْا١ۚ وَ مَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ١ؕ وَ لَا تَتَّخِذُوْۤا اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا١٘ وَّ اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ مَاۤ اَنْزَلَ عَلَیْكُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ وَ الْحِكْمَةِ یَعِظُكُمْ بِهٖ١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۠۝۲۳۱
اؤ کله چې تاسو طلاق ورکړو ښځو ته ، بیا ورسېدے خپل عدّت ته۔ ف۳۸۳ نو وېٔ ساتیٔ ځان سره دَ دستور موافق۔ یا ېٔ پرېږدیٔ پهٔ ښهٔ طریقه۔ اؤ مهٔ پاتې کویٔ دَ ځان سره دَ تکلیف ورکؤلو دپاره چې تاسو پرې زیاتے وکړیٔ۔ ف۳۸۴ اؤ چې څوک داسې وکړی نو بې شکه هغه به خپل نقصان کوی۔ اؤ مهٔ نیسیٔ دَ الله احکام پهٔ ټوقه۔ اؤ یاد کړیٔ دَ الله احسان چې پهٔ تاسو دے ، اؤ دا چې نازل ېٔ پهٔ تاسو کړو کتاب اؤ دَ علم خبرې چې تاسو ته پرې نصیحت کوی۔ اؤ ویرېږیٔ دَ الله نه اؤ پوهه شیٔ چې الله پهٔ هر څهٔ عالم دے۔ ف۳۸۵
ف۳۸۳: یعنی عدّت ختمېدو ته نژدے شی۔
ف۳۸۴: یعنی دَ عدّت پوره کېدو نه مخکښې خاوند ته اختیار دے کهٔ پهٔ اتفاق سره دواړه وسېدے شی چې رجعت وکړی اؤ کهٔ نهٔ شی وسېدے نو رجعت دې نهٔ کوی چې عدّت پوره شی اؤ ښځه آزاده شی۔ دا جائز نهٔ ده چې هسې دَ تنګؤلو دپاره ورته پهٔ عدّت کښې رجوع وکړی اؤ بیا ورسره پهٔ اتفاق ژوند نهٔ تېروی۔
فائده: پهٔ مخکښې آیت ”اَلطَّلَاقُ مَرَّتٰنِ الاؔیة کښې دا ښیٔلی شوی وو چې سړی ته پهٔ دوؤ طلاقو کښې اختیار دے کهٔ دَ طلاق نه رجوع کوی ښځه دَ ځان سره ساتی اؤ کهٔ رجوع نهٔ کوی آزادوی۔ اؤ دې آیت کښې دا ښیٔلے شی چې دَ رجوع حق صرف دَ عدّت دننه وخت کښې دے۔ چې عدّت پوره شی نو بیا کهٔ دوه طلاقه وی اؤ کهٔ یو، رجعت نهٔ شی کؤلے۔ نو دا دویٔم ځل ذکر نهٔ دے۔ دَ بیلو بیلو حکمونو دپاره ذکر شوے دے تکرار پکښې نشته۔
ف۳۸۵: پهٔ نکاح۔ طلاق۔ ایلاء۔ خُلع۔ رجعت۔ حلاله کښې ډېر حکمتونه اؤ مصلحت دے۔ پهٔ دې کښې حیلې حوالې کؤل یا څهٔ ناکاره غرض ته پکښې دخل ورکؤل جائز نهٔ دی۔ مثلًا رجعت دې دپاره وکړی چې ښځه هسې تنګوی روغ کور ېٔ دومره مطلب نهٔ وی داسې حیلو نه سوا دَ نقصان بل څهٔ ګټه نشته۔ الله تعالیٰ دَ هر چا پهٔ نیتونو خبر دے ، کهٔ دَ چا نیت خراب وهٔ سزا به مومی۔
وَ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ اَنْ یَّنْكِحْنَ اَزْوَاجَهُنَّ اِذَا تَرَاضَوْا بَیْنَهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ١ؕ ذٰلِكَ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ؕ ذٰلِكُمْ اَزْكٰی لَكُمْ وَ اَطْهَرُ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ وَ اَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ۝۲۳۲
اؤ کله چې تاسو طلاق ورکړو ښځو ته بیا پوره کړو هغوی خپل عدّت ، نو مهٔ ېٔ منع کویٔ دَ دې نه۔ چې نکاح وکړی دَ خپلو هم هغه خاوندانو سره کله چې دوی خپلو کښې راضی شی دَ دستور موافق۔ ف۳۸۶ دا نصیحت کېدے شی هغه چا ته چې څوک پهٔ تاسو کښې ایمان لری پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ۔ ف۳۸۷ پهٔ دې کښې ستاسو دپاره ډېره صفائی اؤ پاکی ده۔ اؤ الله ښهٔ پوهیږی اؤ تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔ ف۳۸۸
ف۳۸۶: دَ رسول اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې یو خاوند ښځې ته یو یا دوه طلاقه ورکړی وو۔ پهٔ عدّت کښې ېٔ رجعت ونهٔ کړو۔ چې عدّت ختم شو نو نورو خلقو هغې ښځې ته دَ نکاح پېغام استؤلو۔ هغه زوړ خاوند ورته هم دَ دوباره نکاح دپاره پېغام واستؤلو۔ ښځه پهٔ دې راضی وه خو دَ ښځې ورور ته پرې قهر ورغلو هغه پېغام ېٔ واپس کړو۔ پهٔ دې دا آیت نازل شو چې تاسو ته پکار دی چې دَ ښځې دَ خوښې خیال وساتیٔ ، خپلې خوشحالیٔ اؤ رضا باندې مهٔ چلېږیٔ۔ دا حکم عام دے ټولو منع کؤنکیو دپاره۔ هغه وړومبې سړے ښځه دَ بل سړی سره نکاح نه منع کوی اؤ کهٔ دَ ښځې ولی یا وارث ښځه دَ خپلې خوښې دَ نکاح نه منع کوی ، دَ هغې وړومبنی خاوند سره وی کهٔ دَ بل سړی سره۔ البته کهٔ څهٔ خلافِ شرع کار پکښې وی لکه دَ ښځې داسې ځائې خوښ وی چې هغه دَ دې خاندان نهٔ وی یا ېٔ عدّت پوره شوے نهٔ وی اؤ بله نکاح کؤل غواړی نو داسې نکاح وارثانو ته منع کؤل جائز دی۔ دَ بالمعروف قید لګؤلو مطلب هم دا دے چې دَ شریعت دَ څهٔ حکم خلاف پکښې نهٔ وی۔ (نو پهٔ ترجمه کښې دَ دستور موافق مطلب دا شو چې دَ شریعت دَ قانون مطابق۔ دَ دستور معنٰی ده قانون۔ رواج ېٔ مطلب نهٔ دے۔ مترجم)
ف۳۸۷: یعنی دَ طلاق اؤ عدّت دا حکمونه چې کوم بیان شو پهٔ دې کښې ایماندارو ته نصیحت دے۔ ځکه چې دې حکم نه فائده صرف ایماندار اخستے شی۔ ګنې هسې خو نصیحت ټول مخلوق دپاره دے۔ دَ ایماندارو څهٔ خصوصیت پکښې نشته۔ دې کښې اشاره دې طرف ته هم ده چې څوک پهٔ دې حکمونو عمل نهٔ کوی هغوی ایماندار نهٔ دی۔
ف۳۸۸: یعنی ښځې دَ نکاح نه نهٔ منع کؤلو کښې هغه پاکی ده چې پهٔ منع کؤلو کښې نشته۔ اؤ دَ ښځې کهٔ هغه وړومبے خاوند وی نو دَ هغهٔ سره بیا نکاح کښې هم داسې فائده ده چې دا دَ بل سړی سره نکاح کښې نشته۔ الله تعالیٰ دَ زړونو پهٔ خبرو اؤ دَ بنیادم پهٔ نفع نقصان ښهٔ پوهیږی تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔
وَ الْوَالِدٰتُ یُرْضِعْنَ اَوْلَادَهُنَّ حَوْلَیْنِ كَامِلَیْنِ لِمَنْ اَرَادَ اَنْ یُّتِمَّ الرَّضَاعَةَ١ؕ وَ عَلَی الْمَوْلُوْدِ لَهٗ رِزْقُهُنَّ وَ كِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ١ؕ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ اِلَّا وُسْعَهَا١ۚ لَا تُضَآرَّ وَالِدَةٌۢ بِوَلَدِهَا وَ لَا مَوْلُوْدٌ لَّهٗ بِوَلَدِهٖ١ۗ وَ عَلَی الْوَارِثِ مِثْلُ ذٰلِكَ١ۚ فَاِنْ اَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَ تَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا١ؕ وَ اِنْ اَرَدْتُّمْ اَنْ تَسْتَرْضِعُوْۤا اَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِذَا سَلَّمْتُمْ مَّاۤ اٰتَیْتُمْ بِالْمَعْرُوْفِ١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۲۳۳
اؤ دَ وړو میاندې دې پئ ورکوی وړو ته پوره دوه کاله څوک چې غواړی چې پوره کړی دَ پیو موده۔ ف۳۸۹ اؤ دَ وړوکی پهٔ پلار دے خوراک اؤ جامه دَ دې ښځو دَ دستور موافق۔ تکلیف نه شی ورکؤلے هېچا ته مګر دَ هغهٔ دَ طاقت برابر نهٔ دې شی نقصان ورکؤلے مور ته دَ وړوکی پهٔ سبب ، اؤ نهٔ پلار ته دَ وړوکی پهٔ سبب ف۳۹۰ اؤ پهٔ وارثانو هم دغسې ضروری ده۔ ف۳۹۱ بیا کهٔ اراده وکړه مور پلار دواړو چې وړوکے دَ پیو نه منع کړی (دَ دوو کالو نه مخکښې) دَ دواړو پهٔ خوښه اؤ پهٔ صلاح ، نو پهٔ هغوی ېٔ هېڅ ګناه نشته۔ ف۳۹۲ اؤ کهٔ تاسو غواړیٔ چې خپل اولاد ته دَ دائی پئ ورکریٔ ، نو پهٔ دې کښې هم څهٔ ګناه نشته۔ چې تاسو هغې ته پوره ورسویٔ څهٔ چې ورسره تاسو کړی وی دَ دستور موافق۔ ف۳۹۳ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ۔ اؤ پوهه شیٔ۔ چې الله ستاسو کارونه ښهٔ وینی۔
ف۳۸۹: یعنی ورته دا حکم دے چې وړوکی ته به دوه کاله پئ ورکوی۔ کهٔ څوک غواړی چې پوره وخت پئ ورکړی۔ اؤ کهٔ دَ مور ، پلار دواړو دَ دې نه پهٔ کم وخت باندې صلاح وی نو خېر دے لکه وروستو آیت کښې چې راځی۔ دا حکم میاندو ته هم دے کومو ته چې طلاق ورکړې شوے وی اؤ اوس دَ دې خاوند پهٔ نکاح کښې نهٔ وی۔ البته کهٔ دَ طلاق عدّت ېٔ پوره شوے وی نو هسې خو ېٔ بیا پهٔ دې سړی خرڅ خوراک نشته خو کهٔ وړوکی ته پئ ورکوی نو دَ پیو ورکؤلو تر وخته به ېٔ مور ته خرڅ خوراک ورکوی۔
ف۳۹۰: اؤ دَ وړوکی مور پلار دې دَ دې وړوکی پهٔ وجه یو بل ته تکلیف نهٔ ورکوی۔ مثلًا مور ورته دَ پیو ورکؤلو نه انکار ورکړی یا دا چې پلار ېٔ بلا وجې دَ مور نه جدا کړی اؤ پیو دپاره ېٔ بل چا ته حواله کړی۔ یا هم دغسې ښځې ته ېٔ پرېږدی خو خرڅ خوراک ورته پوره نهٔ ورکوی ، تنګوی ېٔ۔ داسې کؤل دواړو ته ناجائز دی۔
ف۳۹۱: یعنی کهٔ دَ وړوکی پلار مړشی نو دَ وړوکی وارثانو ته هم پکار دی چې وړوکی ته دَ پیو ورکؤلو پهٔ وخت کښې ېٔ مور ته مناسب خرڅ خوراک ورکوی۔ اؤ بې وجه ېٔ نهٔ تنګوی۔ دَ وارث نه مراد هغه وارث دے چې محرم هم وی۔ دَ دې ښځې ترېنه پرده نهٔ وی۔
ف۳۹۲: یعنی کهٔ مور پلار دواړه دَ څهٔ مصلحت پهٔ وجه پهٔ رضا صلاح یو وړوکے دَ دوو کالو نه مخکښې دَ پیو نه منع کؤل غواړی نو پهٔ دې کښې څهٔ ګناه نشته۔
ف۳۹۳: یعنی کهٔ دَ وړوکی پلار پهٔ څهٔ وجه وړوکی ته دَ مور نه علاوه دَ بل چا پئ ورکؤل غواړی نو پهٔ دې کښې هم څهٔ ګناه نشته لېکن دَ پیو نهٔ ورکؤلو پهٔ وجه ېٔ دَ مور حق نهٔ وهی۔ اؤ دَ قانون موافق چې دَ هغې څهٔ حق مقرر وی هغه پوره پوره ورکړی۔ اؤ دا هم کېدے شی چې دَ دې نه مراد دائی وی۔ یعنی دائی ته دَ پیو ورکؤلو حق پوره پوره ورسوی۔
وَ الَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَ یَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا یَّتَرَبَّصْنَ بِاَنْفُسِهِنَّ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّ عَشْرًا١ۚ فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۝۲۳۴
اؤ پهٔ تاسو کښې چې څوک مړهٔ شی اؤ پرېږدی ښځې۔ نو پکار ده چې هغه ښځې خپل ځان انتظار کښې وساتی څلور میاشتې اؤ لس ورځې۔ ف۳۹۴ بیا کله چې خپل عدّت پوره کړی۔ نو په تاسو څهٔ ګناه نشته پهٔ هغه خبره چې وکړی هغوی دَ خپل ځان پهٔ حق کښې دَ قاعدې موافق۔ ف۳۹۵ اؤ الله ستاسو پهٔ ټولو کارونو خبردار دے۔
ف۳۹۴: مخکښې ذکر شوے وهٔ چې دَ طلاق عدّت درے حیضه دے۔ اوس بیان شو چې دَ مرګ عدّت څلور(۴) میاشتې اؤ لس (۱۰) ورځې دے نو دَ دې مودې پوره کېدو نه پس کهٔ معلومه شوه چې دَ ښځې حمل نشته نو بله نکاح کؤلے شی اؤ کهٔ حمل ېٔ وهٔ نو دَ بچی تر پیدا کېدو به انتظار کوی۔ دَ دې پوره تفصیل پهٔ سورهٔ طلاق کښې راځی۔ پهٔ اصل کښې درے حیضه یا څلور میاشتې اؤ لس ورځې انتظار دَ حمل معلومؤلو دپاره دے۔
ف۳۹۵: چې کنډه ښځه خپل عدّت پوره کړی۔ کهٔ حامله نهٔ وی څلور میاشتې اؤ لس ورځې تیرې شی یا کهٔ حامله وی چې بچے ېٔ پیدا شی نو دَ شریعت دَ قانون مطابق هغې تر بلې نکاح کؤلو کښې څهٔ ګناه نشته اجازت دے ورته کهٔ سنګار کوی اؤ عطر لګوی نو خېر دے۔
وَ لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا عَرَّضْتُمْ بِهٖ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَآءِ اَوْ اَكْنَنْتُمْ فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ١ؕ عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ سَتَذْكُرُوْنَهُنَّ وَ لٰكِنْ لَّا تُوَاعِدُوْهُنَّ سِرًّا اِلَّاۤ اَنْ تَقُوْلُوْا قَوْلًا مَّعْرُوْفًا١ؕ۬ وَ لَا تَعْزِمُوْا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتّٰی یَبْلُغَ الْكِتٰبُ اَجَلَهٗ١ؕ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوْهُ١ۚ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ۠۝۲۳۵
اؤ پهٔ تاسو څهٔ ګانه نشته پهٔ دې کښې کهٔ پهٔ اشاره کښې ورکړیٔ دَ نکاح پېغام دې ښځو ته یا ېٔ پټ وساتیٔ پهٔ زړونو کښې الله ته معلومه ده چې تاسو به ضرور دَ دې ښځو ذکر کویٔ ، لېکن دَ دوی سره دَ نکاح وعده پهٔ پټه مهٔ کویٔ، مګر دا چې وکړیٔ ورته خبره دَ شریعت دَ رواج مطابق۔ اؤ اراده دَنکاح مهٔ کویٔ تر هغه چې ورسی عدّت خپل مقرره وخت ته ف۳۹۶ اؤ پوهه شیٔ چې بې شکه الله ته معلوم دی څهٔ چې ستاسو زړونو کښې دی۔ نو دَ هغهٔ نه ویرېږیٔ اؤ پوهه شیٔ چې بې شکه الله ډېر بخښونکے تحمّل کؤنکے دے۔ ف۳۹۷
ف۳۹۶: دَ آیت خلاصه دا ده چې ښځه چې دَ وړومبی خاوند دَ نکاح نه وځی نو څو پورې چې ېٔ عدّت پوره شوے نهٔ وی نو دَ بلې نکاح خبرې ورسره څرګندؤل نهٔ دی پکار کهٔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې دا خیال وی چې دَ عدّت نه پس به ورسره نکاح کوم نو خېر دے۔
یا کهٔ هسې پهٔ اشاره کښې هغه پوهه کړی نو حرج نشته۔ خو صفا دې ورته پېغام نهٔ رسوی۔
ف۳۹۷: الله تعالیٰ ستاسو پهٔ نیتونو خبر دے نو ناجائزې ارادې مهٔ کویٔ اؤ کهٔ زړهٔ ته مو راشی نو توبه وباسیٔ۔ الله تعالیٰ به درته معافی وکړی۔ الله تعالیٰ بخښونکے دے۔ اؤ کهٔ دنیا کښې پهٔ یو ګنهګار څهٔ عذاب زر نهٔ راځی نو غافل کېږیٔ مهٔ ، الله تعالیٰ حلیم دے۔ چا ته زر سزا نهٔ ورکوی۔ دَ توبې مهلت ورکوی۔
لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ مَا لَمْ تَمَسُّوْهُنَّ اَوْ تَفْرِضُوْا لَهُنَّ فَرِیْضَةً١ۖۚ وَّ مَتِّعُوْهُنَّ١ۚ عَلَی الْمُوْسِعِ قَدَرُهٗ وَ عَلَی الْمُقْتِرِ قَدَرُهٗ١ۚ مَتَاعًۢا بِالْمَعْرُوْفِ١ۚ حَقًّا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ۝۲۳۶
پهٔ تاسو څهٔ ګناه نشته کهٔ طلاق ورکړیٔ ښځو ته پهٔ داسې وخت کښې چې تاسو لا لاس نهٔ وی ور وړې اؤ نهٔ مو مقرر کړے وی هغوی ته څهٔ مهر۔ اؤ هغوی ته څهٔ خرچ ورکړیٔ شته مند باندې دَ هغهٔ دَ وس برابر اؤ پهٔ تنګدست دَ هغهٔ دَ وس برابر څهٔ خرچ چې دَ قانون موافق وی دا لازم دے پهٔ نېکانو باندې۔ ف۳۹۸
ف۳۹۸: کهٔ دَ نکاح تړلو پهٔ وخت دَ مهر ذکر نهٔ وهٔ شوے نو خېر دے مهر وروستو هم مقرر کېدے شی۔ خو کهٔ پهٔ داسې وخت کښې چا دَ لاس وړو نه مخکښې یعنی دَ صحبت یا خلوت نه مخکښې طلاق ورکړو نو مهر پرې نشته۔ البته دا ضروری ده چې دَ خپل طاقت مناسب ښځې ته څهٔ شے ورکړی۔ کم از کم درے کپړې لکه یوه جوړه جامې اؤ یوه لوپټه یا څادر۔ دا دې ورته وکړی ښهٔ پهٔ خوشحالیٔ نور مهر مثل پرې نشته۔
وَ اِنْ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ وَ قَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِیْضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ اِلَّاۤ اَنْ یَّعْفُوْنَ اَوْ یَعْفُوَا الَّذِیْ بِیَدِهٖ عُقْدَةُ النِّكَاحِ١ؕ وَ اَنْ تَعْفُوْۤا اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی١ؕ وَ لَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَیْنَكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۲۳۷
اؤ که تاسو طلاق ورکویٔ ښځو ته دَ لاس ور وړلو نه مخکښې اؤ تاسو هغوی ته مهر مقرر کړی وی ، نو دَ مقرره مهر نیمه برخه ضروری شوه۔ مګر دا چې معافی ورکړی هغه ښځې یا هغه څوک دَ چا اختیار کښې چې دَ نکاح غوټه ده(خاوند) ۔اؤ کهٔ سړی معافی وکړی نو دا پرهېزګاریٔ ته ډېره نژدے ده ، اؤ پهٔ خپلو کښې احسان کؤل مهٔ هېرویٔ۔ بې شکه الله هر څهٔ چې تاسو کویٔ ښهٔ وینی۔ ف۳۹۹
ف۳۹۹: کهٔ دَ نکاح تړلو پهٔ وخت مهر مقرر شوے وی اؤ دَ صحبت نه مخکښې طلاق ورکړی نو دَ مقرر شوی مهر نیمه به ورکوی۔ کهٔ ښځې یا دَ هغې ولی ورته معاف کړے نهٔ وی۔ اؤ معاف کؤل بهتر دی۔ دَ ښځې دَ طرف نه معافی خو دا ده چې هغه نیمه هم معاف کړی اؤ دَ سړی دَ طرف نه دا ده چې پوره مهر ورکړی۔ یا کهٔ مخکښې ېٔ ورکړے وی نو چې نیم ترېنه واپس ونهٔ غواړی۔ دَ سړی دپاره پرهېزګاری اؤ تقویٰ دا ده چې پوره مهر ورکړی ځکه چې نکاح تړلو سره پوره مهر لازمیږی۔ اوس پهٔ دهٔ دا تهمت لګی چې دَ نیم مهر معاف کؤلو دپاره ېٔ دَ صحبت نه مخکښې طلاق ورکړو۔ نو ښهٔ دا ده چې دَ دې تهمت نه ځان خلاص کړی اؤ مهر پوره ورکړی۔
فائده: دَ مهر اؤ صحبت پهٔ لحاظ دَ طلاق څلور قسمه دی۔ یو(۱) خو دا چې مهر هم نهٔ وی مقرر شوے اؤ صحبت هم نهٔ وی شوے اؤ طلاق ورکړی۔ دویم(۲) دا چې مهر مقرر وی اؤ صحبت نهٔ وی شوے اؤ طلاق ورکړی۔ دَ دې دواړو حکم خو دې آیتونو کښې معلوم شو چې پهٔ اول کښې دَ معمولی خرڅ دے اؤ پهٔ دویٔم کښې نیم مهر۔ دریٔم(۳)۔ دریٔم دا چې مهر مقرر وی اؤ صحبت هم شوے وی اؤ طلاق ورکړی۔ پهٔ دې شکل کښې به پهٔ سړی مهرِ مثل لازمیږی یعنی دَ دې ښځې پهٔ خاندان کښې چې څومره مهر رواج وی۔ هم دغسې حکم دَ مرګ نه پس دَ مهر هم دے خو دومره فرق دے پکښې۔ دَ مرګ پهٔ حالت کښې دا حکم دے چې کهٔ مهر مقرر نهٔ وهٔ اؤ سړے دَ صحبت نه مخکښې مړ شو یا دَ صحبت نه پس نو دواړو صورتونو کښې به مهرِ مثل ورکؤلے شی اؤ کهٔ مهر مقرر شوے وی نو کهٔ سړے دَ صحبت نه مخکښې مړ شو اؤکهٔ دَ صحبت نه پس دواړو حالتو کښې به مقرر شوے مهر پوره ورکؤلے شی۔
حٰفِظُوْا عَلَی الصَّلَوٰتِ وَ الصَّلٰوةِ الْوُسْطٰی١ۗ وَ قُوْمُوْا لِلّٰهِ قٰنِتِیْنَ۝۲۳۸
بیدار وسیٔ ټولو نمونځونو ته اؤ خاص درمیانه نمونځ ته اؤ ودرېږیٔ دَ الله مخکښې پهٔ ادب۔ ف۴۰۰
ف۴۰۰: دَ درمیانه نمونځ نه مطلب دَ نمازدیګر نمونځ دے چې دَ شپې اؤ ورځې دَ نمونځونو ترمیانځه دے۔ دَ دې تاکید زیات شوے دے ځکه چې دې وخت کښې بنده دَ دنیا پهٔ کارونو کښې زیات مشغول وی۔ اؤ نمانځه کښې پهٔ ادب ودرېږیٔ۔ یعنی داسې حرکات مه کویٔ چې دَ چا دا خیال شی چې دې خو نموځ نهٔ کوی هسې ولاړ دے۔ پهٔ داسې کار نمونځ ماتیږی لکه څهٔ خوړل ، څښل ، خبرې کؤل ، خندا وغېره ۔
فائده: دَ طلاق پهٔ حکمونو کښې دَ نمانځه ذکر دې دپاره وشو چې تاسو کورنۍ جګړو اؤ دَ دنیا کارونو کښې داسې مهٔ بختېږیٔ چې دَ الله یاد مو هېر شی یا دَ دې دپاره وشو چې دَ حرص اؤ بخل دَ غلبې پهٔ وجه پوره پوره عدل و انصاف کؤل ګران کار دے بیا دَ خفګان اؤ طلاق پهٔ موقع خو ډېر ګران وهٔ۔ نو دَ هغې دپاره دا طریقه وښودلے شوه چې پوره پوره دَ وخت اؤ دَ حقوقو لحاظ ساتلو سره نمونځ کؤلو باندې به دا کار آسان شی ځکه چې نمونځ ټول رذیل اخلاق لرې کوی۔
فَاِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا اَوْ رُكْبَانًا١ۚ فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَ۝۲۳۹
بیا کهٔ تاسو دَ چا نه ویرېږیٔ نو پیاده نمونځ وکړیٔ یا سوارهٔ ، بیا کله چې پهٔ امن شیٔ نو یادویٔ الله څنګه چې ېٔ درته ښودلی دی هغه څهٔ چې تاسو ته نهٔ وو معلوم۔ ف۴۰۱
ف۴۰۱: یعنی دَ دښمن سره دَ جنګ اؤ خطرې پهٔ وخت کښې دَ مجبوریٔ پهٔ وجه دَ سورلۍ دپاسه یا پیاده پهٔ روانه کښې هم پهٔ اشاره نمونځ کؤلے شی اګرچې مخ ېٔ قبلې طرف ته نهٔ وی۔
وَ الَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَ یَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا١ۖۚ وَّصِیَّةً لِّاَزْوَاجِهِمْ مَّتَاعًا اِلَی الْحَوْلِ غَیْرَ اِخْرَاجٍ١ۚ فَاِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْ مَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَّعْرُوْفٍ١ؕ وَ اللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۲۴۰
اؤ کوم کسان چې تاسو کښې مړهٔ شی اؤ پریږدی ښځې نو هغوی دې وصیت وکړی ښځو دپاره دَ یو کال خرڅ ورکؤلو بې دَ کور نه دَ وېستو ف۴۰۲ بیا کهٔ هغه ښځې پخپله دَ کورونو نه وځی نو پهٔ تاسو څهٔ ګناه نشته پهٔ دې کښې چې هغه ښځې وکړی دَ ځان پهٔ حق کښې ښهٔ خبره۔ اؤ الله زبردست دے دَ حکمت خاوند۔ ف۴۰۳
ف۴۰۲: دا حکم دَ اسلام پهٔ اولو ورځو کښې وهٔ۔ بیا چې دَ میراث حکم نازل شو اؤ دَ ښځې دپاره پهٔ جائیداد اؤ مال کښې برخه مقرر شوه اؤ دَ ښځې دپاره څلور میاشتې اؤ لس ورځې عدّت مقرر شو نو دا حکم موقوف شو۔ اوس دَ وصیت ضرورت نشته۔
ف۴۰۳: یعنی کهٔ هغه ښځه پهٔ خپله رضا دَ کال نه مخکښې دَ کوره وځی نو بیا پهٔ وارثانو څهٔ ګناه نشته کهٔ هغه ښځه دَ شریعت دَ قانون مطابق بله نکاح کوی (دَ عدّت پوره کېدو نه پس) اؤ کهٔ ښې جامې اغوندی یا خوشبویٔ لګوی۔
وَ لِلْمُطَلَّقٰتِ مَتَاعٌۢ بِالْمَعْرُوْفِ١ؕ حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَ۝۲۴۱
اؤ طلاقو ښځو ته خرڅ کؤل دی دَ قاعدې موافق۔ دا لازم دے پهٔ پرهېزګارو۔ ف۴۰۴
ف۴۰۴: وړومبے دَ خرڅ یعنی جوړه جامو حکم پهٔ هغه طلاق کښې راغلے وهٔ کوم کښې چې نهٔ مهر مقرر شوے وی اؤ نهٔ سړی لاس ور وړے وی اؤ طلاق ورکړی۔ پهٔ دې آیت کښې دا حکم عام دے۔ دَ هر قسم طلاق دپاره دے خو دومره فرق دے چې نورو طلاقونو کښې جوړه مستحب ده اؤ پهٔ هغه وړومبنی قسم طلاق کښې واجب ده۔
كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ۠۝۲۴۲
هم دغه شان بیانوی الله ستاسو دپاره خپل حکمونه، چې تاسو پوهه شیٔ۔ ف۴۰۵
ف۴۰۵: یعنی څنګه چې الله تعالیٰ دَ نکاح اؤ طلاق حکمونه بیان کړل دغسې تاسو ته خپل نور حکمونه هم صفا صفا بیانوی چې تاسو پوهه شیٔ اؤ عمل پرې وکړیٔ۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَ هُمْ اُلُوْفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ١۪ فَقَالَ لَهُمُ اللّٰهُ مُوْتُوْا١۫ ثُمَّ اَحْیَاهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ۝۲۴۳
آیا تا هغه خلق ونهٔ لیدل چې دَ خپلو کورونو نه ووتل ، اؤ هغوی زرګونه وو ، دَ مرګ دَ ویرې نه۔ بیا ووېٔ هغوی ته الله۔ چې مړهٔ شیٔ ، بیا ېٔ دوباره ژوندی کړل ، بې شکه الله فضل کؤنکے دے پهٔ خلقو ، لېکن اکثر خلق شکر نهٔ کوی۔ ف۴۰۶
ف۴۰۶: دا دَ مخکښینیو قومونو قصه ده چې څو زره کسان دَ دښمن سره دَ جنګ دَ ویرې دَ وطن نه تښتیدلی وو یا پهٔ وطن کښې دَ وبائی مرض دَ خورېدو پهٔ وجه تښیدلی وو اؤ پهٔ تقدیر باندې ېٔ یقین نهٔ وهٔ اؤ پهٔ تېښته ېٔ ځان دَ مرګ نه بچ کؤلو۔ خو چرته به خلاصېدل۔ پهٔ یو ځائې کښې ېٔ پړاؤ کړے وهٔ۔ دَ الله پهٔ حکم ټول مړهٔ شول اؤ دَ خپل نبی دَ دعا پهٔ برکت دوه ورځې پس بیا ژوندی شول چې توبه وباسی اؤ بیا داسې نهٔ کوی۔ دا قصه دلته ځکه بیان شوه چې مسلمانان دَ کافرانو سره پهٔ جنګ کښې اؤ پهٔ جهاد کښې مال خرڅ کؤلو کښې دَ ځان اؤ مال دَ مینې پهٔ سبب سستی ونهٔ کړی اؤ پهٔ دې پوهه شی چې مرګ ژوند دَ الله پهٔ اختیار کښې دے۔ کهٔ هغه وغواړی نو دَ خلاصی څهٔ لورے نشته۔ هغه مړی هم ژوندی کؤلے شی بیا دَ ژوندو بچ کؤل خو هډو څهٔ کار نهٔ دے۔ نو بیا دَ الله دَ حکم پهٔ تعمیل کښې دَ مرګ دَ ویرې دَ جهاد نه ځان بچ کؤل یا دَ غریبیٔ دَ ویرې پهٔ جهاد کښې مال نهٔ خرچ کؤل یا صدقه ، خیرات اؤ دَ چا سره احسان نهٔ کؤل دَ بې دینیٔ سره سره غټه بې وقوفی هم ده۔
وَ قَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۲۴۴
اؤ جنګ کویٔ دَ خدائې پهٔ لار کښې اؤ پوهه شیٔ چې بې شکه الله اورېدونکے پوهېدونکے دے۔
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةً١ؕ وَ اللّٰهُ یَقْبِضُ وَ یَبْصُۜطُ١۪ وَ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۝۲۴۵
څوک دے داسې چې قرض ورکړی الله ته ښهٔ قرض ، نو زیات ېٔ کړی الله هغهٔ ته پهٔ څو څو چنده۔ اؤ هم الله تنګی راولی اؤ هم فراخی راولی۔ اؤ هغهٔ ته به ورګرځؤلے شیٔ۔ ف۴۰۷
ف۴۰۷: چې دا معلومه شوه چې ستاسو سر اؤ مال دَ الله پهٔ اختیار کښې دی نو تاسو ته پکار دی چې دَ الله دَ دین دَ حفاظت دپاره دَ کافرو سره جهاد وکړیٔ اؤ دَ جهاد پهٔ تیاریٔ کښې خپل مالونه خرچ کړیٔ الله تعالیٰ ستاسو دَ ټولو خبرې اؤری۔ اؤ ستاسو دَ منصوبو نه خبر دے۔ بهانېګر هم پېژنی اؤ واقعی معزور هم۔ نو دَ الله پهٔ لار کښې دَ مال خرچ کؤلو نه ویرېږیٔ مهٔ۔ تنګی اؤ فراخی راوستؤنکے الله تعالیٰ دے هر څهٔ دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی اؤ تاسو ټول به یوه ورځ دَ هغهٔ مخکښې راغونډېږیٔ۔
قرض حسنه دې ته وائی چې څوک قرض ورکړی اؤ بیا پرې دَ هغې څهٔ احسان نهٔ خیژی اؤ نهٔ ترېنه بدله غواړی۔ نهٔ ېٔ سپکاوے کوی۔ خدائې ته قرض ورکؤلو نه مطلب پهٔ جهاد کښې خرڅ کؤل یا فقیرانو اؤ محتاجانو ته ورکؤل دی چې دَ هغې ثواب به څو څو چنده زیات ورکؤلے شی۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الْمَلَاِ مِنْۢ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنْۢ بَعْدِ مُوْسٰی١ۘ اِذْ قَالُوْا لِنَبِیٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ قَالَ هَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ اَلَّا تُقَاتِلُوْا١ؕ قَالُوْا وَ مَا لَنَاۤ اَلَّا نُقَاتِلَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ قَدْ اُخْرِجْنَا مِنْ دِیَارِنَا وَ اَبْنَآىِٕنَا١ؕ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ۝۲۴۶
آیا تا دَ بنی اسرائیلو یوه ډله ونهٔ لیده دَ موسیٰ علیه السلام نه پس، ف۴۰۸ چې ووېٔ هغوی خپل نبی ته چې مقرر کړه مونږ دپاره یو بادشاه، چې مونږ جنګ وکړو دَ الله پهٔ لار کښې پېغمبر ورته ووېٔ ، آیا تاسو نه دا طمع کېدے شی، کهٔ تاسو ته حکم وشی دَ جنګ نو تاسو به هغه وخت جنګ ونهٔ کړیٔ ، هغوی ووېٔ چې پهٔ مونږ څهٔ شوی دی چې جنګ به نهٔ کوو دَ خدائې پهٔ لار کښې ، اؤ مونږ خو ویستلی شوی یو دَ خپلو کورونو نه اؤ دَ خپل اولاد نه ، بیا چې کله هغوی ته دَ جنګ حکم وشو نو هغوی واپس شو ، مګر بغېر دَ لږو کسانو نه اؤ الله ښهٔ پېژنی ګنهګاران۔ ف۴۰۹
ف۴۰۸: دَ دې قصې نه دَ الله تعالیٰ دَ تنګۍ اؤ فراخۍ راوستو حال ښهٔ څرګندیږی چې څنګه یو فقیر بادشاه کړی اؤ دَ بادشاه نه بادشاهی واخلی کمزوری ته طاقت ورکړی اؤ طاقتور کمزورې کړی۔
ف۴۰۹: دَ موسیٰ علیه السّلام نه پس څهٔ مودې پورې خو بنی اسرائیل سم چلېدل۔ خو چې کله ېٔ عملونه خراب شو نو الله تعالیٰ ورباندې یو ظالم بادشاه جالوت مقرر کړو۔ هغهٔ ترېنه مالونه لوټ کړل۔ څوک ېٔ غلامان کړل اؤ څوک ېٔ دَ وطن نه وشړل۔ ستړی شوی بنی اسرائیل ټول بیت المقدس کښې راجمع شو۔ دغه وخت کښې حضرت شموئیل علیه السّلام پېغمبر وهٔ۔ هغهٔ ته ېٔ سوال وکړو چې تهٔ څوک پهٔ مونږ باندې بادشاه کړه۔ زمونږ مشر ېٔ کړه چې مونږ دَ هغهٔ پهٔ مشریٔ کښې جهاد وکړو اؤ دَ ظالم جالوت نه خپل وطن واپس واخلو۔
وَ قَالَ لَهُمْ نَبِیُّهُمْ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوْتَ مَلِكًا١ؕ قَالُوْۤا اَنّٰی یَكُوْنُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَیْنَا وَ نَحْنُ اَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَ لَمْ یُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ١ؕ قَالَ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰىهُ عَلَیْكُمْ وَ زَادَهٗ بَسْطَةً فِی الْعِلْمِ وَ الْجِسْمِ١ؕ وَ اللّٰهُ یُؤْتِیْ مُلْكَهٗ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ۝۲۴۷
اؤ ووئیل هغوی ته خپل نبی چې بې شکه الله مقرر کړے دے تاسو دپاره طالوت بادشاه ۔ هغوی ووېٔ حکومت دَ هغهٔ څنګه کېدے شی پهٔ مونږ باندې اؤ مونږ زیات حقدار یو دَ حکومت دَهغهٔ نه ، اؤ هغهٔ ته نهٔ ده ورکړې شوے فراخی پهٔ مال کښې پېغمبر ووېٔ ، بې شکه الله هغه غوره کړے دے پهٔ تاسو ، اؤ زیاته فراخی ېٔ ورکړے ده هغهٔ ته پهٔ علم کښې اؤ پهٔ بدن کښې۔ اؤ الله ورکوی خپل ملک چا ته چې وغواړی اؤ الله ډېر فضل والا پوهیدونکے دے، ف۴۱۰
ف۴۱۰: هغهٔ ورباندې دَ خدائې پهٔ حکم طالوت نومې یو سړے بادشاه کړو۔ طالوت دَ مالدارې کورنۍ سړے نهٔ وهٔ۔ یو غریب مزدورکار وهٔ۔ خو ډېر بهادر۔ مضبوط۔ اؤ عالم سړے وهٔ۔ دَ بنی اسرائیلو پهٔ نظر کښې هغه دَ غریبیٔ پهٔ وجه دَ بادشاهت قابل نهٔ وهٔ۔ هغوی پرې اعتراض وکړو۔ نو نبیؑ ورته وفرمائیل چې دَ حکومت دپاره دَ مال نه زیات دَ عقل اؤ بدنی طاقت ضرورت دے۔ پهٔ دې کښې طالوت دَ تاسو ټولو نه زیات دے۔
فائده: بنی اسرائیلو چې دا واورېدل نو بیا ېٔ ووېٔ چې ښه دَ دې نه علاوه بل څهٔ دلیل هم راته وښایه چې زمونږ یقین پوخ شی۔ نبی ورته پهٔ جنابِ الٰهی کښې دعا وکړه اؤ دَ طالوت دَ بادشاهیٔ بله نخښه ېٔ بیان وفرمائیله۔
وَ قَالَ لَهُمْ نَبِیُّهُمْ اِنَّ اٰیَةَ مُلْكِهٖۤ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ التَّابُوْتُ فِیْهِ سَكِیْنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ بَقِیَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ اٰلُ مُوْسٰی وَ اٰلُ هٰرُوْنَ تَحْمِلُهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۠۝۲۴۸
اؤ ووېٔ هغوی ته خپل نبی، دَ طالوت دَ حکومت نخښه دا ده چې رابه شی تاسو ته یو صندوق ، چې پهٔ هغې کښې به ستاسو دَ زړهٔ تسلّی وی ستاسو دَ رب له طرفه اؤ باقی پاتې څیزونه هغې نه چې پریښی وو دَ موسیٰ اؤ هارون اولاد ، راوابه خلی دا صندوق فرښتې ، بې شکه پهٔ دې کښې پوره نخښه ده ستاسو دپاره کهٔ تاسو یقین کویٔ۔ ف۴۱۱
ف۴۱۱: بنی اسرائیلو سره یو صندوق وهٔ چې پهٔ هغې کښې دَ موسیٰؑ اؤ هارونؑ دَ زمانې څهٔ تبرکات وو۔ دا صندوق به هغوی دَ جنګ پهٔ وخت کښې مخکښې مخکښې وړو۔ دَ دې پهٔ برکت به الله تعالیٰ پهٔ جنګ کښې برے ورکؤلو۔
دغه صندوق ترېنه جالوت قبضه کړے وهٔ چې الله تعالیٰ ته دا منضوره شوه چې دا صندوق بیا بنی اسرائیلو ته راشی۔ نو داسې چل وشو چې کافرانو چې به هغه صندوق چرته وړهٔ هلته به وبائی مرض خورېدو۔ ډېر ښارونه دغسې تباه شول۔ کافران چې تنګ شو نو هغه صندوق ېٔ دَ غوایانو پهٔ ګاډی کښې کښېښودو اؤ غوایان ېٔ دغسې خوشی ځنګل ته وشړل۔ فرښتو هغه غوایان دَ طالوت ترکوره راوستل۔ صندوق ېٔ طالوت ته راؤړو۔ بنی اسرائیل چې پهٔ دې خبر شو نو دَ هغهٔ پهٔ بادشاهت ېٔ یقین راغلو۔ اؤ دَ هغهٔ سره پهٔ جالوت حملې ته تیار شول۔ دا سخت دَ ګرمۍ موسم وهٔ۔
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوْتُ بِالْجُنُوْدِ١ۙ قَالَ اِنَّ اللّٰهَ مُبْتَلِیْكُمْ بِنَهَرٍ١ۚ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَیْسَ مِنِّیْ١ۚ وَ مَنْ لَّمْ یَطْعَمْهُ فَاِنَّهٗ مِنِّیْۤ اِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةًۢ بِیَدِهٖ١ۚ فَشَرِبُوْا مِنْهُ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ١ؕ فَلَمَّا جَاوَزَهٗ هُوَ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ١ۙ قَالُوْا لَا طَاقَةَ لَنَا الْیَوْمَ بِجَالُوْتَ وَ جُنُوْدِهٖ١ؕ قَالَ الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوا اللّٰهِ١ۙ كَمْ مِّنْ فِئَةٍ قَلِیْلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِیْرَةًۢ بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ۝۲۴۹
بیا کله چې بهر راووتو طالوت دَ لښکرو سره وېٔ وې بې شکه الله ستاسو ازمېښت کوی پهٔ یو نهر ، نو چا چې اوبهٔ وڅښلې دَ دې نهر نه نو هغه زما نهٔ دے، اؤ چا چې ونهٔ څښلې نو بې شکه هغه زما دے، بې دَ هغه چا نه چې ډک کړی یو چونګ دَ خپل لاس، نو وڅښلې ټولو دَ نهر اوبهٔ بې دَ لږو کسانو نه دَ هغوی، بیا چې پورې وتل دَ دې نهر نه طالوت اؤ دَ هغهٔ ایمانداره ملګری، نو هغوی ووې طاقت نشته زمونږ نن دَ جالوت اؤ دَ هغهٔ لښکر سره دَ جنګ، ووېٔ هغه کسانو چې دا خیال ېٔ وهٔ چې هغوی به ملاقات کوی دَ خپل رب سره ډېر ځله وړه ډله غالبه شوے ده پهٔ لوئے ډلې دَ خدائې پهٔ حکم اؤ الله دَ صبر کؤنکیو ملګرے دے۔ ف۴۱۲
ف۴۱۲: طالوت چې لښکر تیارؤلو نو بنی اسرائیل دَ صندوق موندلو دَ خوشحالیٔ نه ټول تلو ته تیار وو خو هغهٔ حکم وکړو چې مضبوط اؤ بهادر ځوانان به ځی۔ کمزوری اؤ بوډاګان به نهٔ ځی۔ بنی اسرائیل لوئے قوم وهٔ۔ صرف دَ ځلمو نه هم اتیا زره لښکر تیار شو چې روان شو نو پهٔ یو پړاؤ اوبهٔ پیدا نهٔ شوې۔ پهٔ دویٔم پړاؤ یو نهر راغلو۔ طالوت حکم وکړو چې دلته ستاسو امتحان دے چا چې دَ یو چونګ نه زیاتې اوبهٔ وڅښلې هغه به واپس کیږی، زما سره به نهٔ ځی اؤ چا چې صرف یو چونګ وڅښلې هغه به زما ملګرے وی۔ صرف درے سوه اؤ دیارلس کسانو یو چونګ وڅښلې نورو پرې خیټې ښې شنې کړې۔ دَ خدائې قدرت دا وهٔ چې چا لږې وڅښلې دَ هغوی تنده ماته شوه اؤ چا چې ډېرې وڅښلې هغوی جل واخستل نورې نورې به ېٔ څښلې اؤ تنده ېٔ نهٔ ماتېده۔ دغه ټول واپس شو مخکښې نهٔ شو تلے۔
وَ لَمَّا بَرَزُوْا لِجَالُوْتَ وَ جُنُوْدِهٖ قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّ ثَبِّتْ اَقْدَامَنَا وَ انْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَؕ۝۲۵۰
اؤ کله چې مخامخ شول دَ جالوت اؤ دَ هغهٔ لښکر سره، نو وېٔ وې اے زمونږ ربه واچوه زمونږ پهٔ زړونو کښې صبر اؤ کلک کړه زمونږ قدمونه ، اؤ زمونږه امداد وکړه دَ کافر قوم پهٔ مقابله کښې۔
فَهَزَمُوْهُمْ بِاِذْنِ اللّٰهِ١ۙ۫ وَ قَتَلَ دَاوٗدُ جَالُوْتَ وَ اٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَ وَ الْحِكْمَةَ وَ عَلَّمَهٗ مِمَّا یَشَآءُ١ؕ وَ لَوْ لَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ١ۙ لَّفَسَدَتِ الْاَرْضُ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ ذُوْ فَضْلٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ۝۲۵۱
بیا ماتی ورکړه مؤمنانو دَ جالوت لښکر ته دَ الله پهٔ حکم اؤ قتل کړو داؤدؑ جالوت لره، اؤ ورکړو الله داؤدؑ ته حکومت اؤ حکمت ، اؤ وېٔ ښودلو هغهٔ ته څهٔ چې ېٔ خوښه وه۔ اؤ کهٔ نهٔ دفع کؤلے الله دا خلق یو پهٔ بل نو تباه شوے به وهٔ ملک۔ لېکن الله ډېر مهربانه دے دَ دنیا پهٔ مخلوق۔ ۴۱۳
ف۴۱۳: دغه لږ کسان دیارلس دپاسه درے سوه (۳۱۳) چې مخکښې لاړل اؤ دَ جالوت لښکر ته مخامخ شو۔ پهٔ دې کسانو کښې حضرت داؤد علیه السّلام ، دَ هغهٔ پلار اؤ شپږ روڼا هم وو۔ داؤدؑ پهٔ لار کښې درے کاڼی وموندل هغه کاڼیو ورته ووېٔ مونږ ځان سره واخله مونږ به جالوت وژنو۔ چې لښکرے مخامخ شوې نو جالوت خپله بهر را ووتو۔ چغه ېٔ ووهله چې زهٔ یوازې تاسو ته پوره یم۔ یو یو مقابلې ته راځیٔ اؤ زهٔ به ېٔ ختموم۔ دغسې به ټول ختم شیٔ۔ حضرت شموئیلؑ دَ داؤدؑ پلار را وبللو چې خپل ځامن دې راته وښایه۔ هغه نور شپږ ځامن چې تکړه مضبوط وو هغهٔ ته مخامخ کړل اؤ داؤد علیه السّلام دَ قد نه وړوکے وهٔ ، هغه ېٔ ورته مخامخ نهٔ کړو۔ شموئیل علیه السّلام هغه راوبللو ورته ېٔ ووېٔ تهٔ دَ جالوت جنګ ته ورتلې شې ، هغهٔ ورته ووېٔ هو زهٔ به هغه وژنم دَ الله پهٔ حکم۔ دَ شموئیل علیه السّلام پهٔ حکم داؤدؑ دَ جالوت مقابلې ته ووتو۔ جالوت نور ټول دَ وسپنې پهٔ زغرو کښې پټ وهٔ۔ تش تندې ېٔ ښکارېدو۔ داؤدؑ چې کوم کاڼی پهٔ لار کښې راخستی وو هغه ېٔ یو یو پهٔ مچوغنه کښې کښېښول اؤ جالوت ېٔ ورباندې ان پهٔ تندی وویشتو۔ پهٔ درے واړو کاڼیو ولګېد۔ اؤ دَ خدائې پهٔ قدرت ېٔ هر کاڼې دَ سر نه پورې راپورې ووتو۔ جالوت هم هغه ځائې مړ شو۔ اؤ دَ کافرانو پهٔ لښکر ماتې ګډه شوه۔ بیا دَ دې بری پهٔ خوشحالیٔ کښې دَ بنی اسرائیلو بادشاه طالوت داؤدؑ ته خپله لور پهٔ نکاح کړه۔ اؤ دَ هغهٔ نه پس بیا داؤدؑ بادشاه شو۔ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ جهاد حکم همېشه راسې دغسې راغلے دے اؤ مخکښینیو پېغمبرانو هم جهاد کړے دے۔ پهٔ دې کښې دَ الله تعالیٰ ډېر لوئے رحمت اؤ احسان دے۔ نو دَ کم عقلو خلقو دا اعتراض بې ځایه دے چې دَ پېغمبرانو دَ جهاد سره څهٔ کار دے۔
تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ١ؕ وَ اِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ۝۲۵۲
دا دَ الله آیتونه دی چې مونږ ېٔ تا ته آؤروو صحیح صحیح ، اؤ بې شک تهٔ زمونږ دَ رسولانو نه ېٔ۔ ف۴۱۴
ف۴۱۴: دا دَ بنی اسرائیلو قصه چې تېره شوه۔ دَ زرګونو خلقو مړهٔ کېدل اؤ بیا ژوندی کېدل دَ طالوت بادشاه کېدل اؤ دَ الله پهٔ حکم دَ کافرو سره جهاد کؤل۔ اؤ دَ داؤدؑ دَ لاسه پهٔ جهاد کښې دَ کافرو بادشاه قتل کېدل۔ اؤ دَ پېغمبر بادشاه کېدل۔ دا ټول دَ الله تعالیٰ آیتونه دی ، دَ هغهٔ دَ قدرت اؤ طاقت نښانې دی چې تا ته اورؤلے شی اؤ بې شکه تهٔ دَ الله رسول ېٔ څنګه چې مخکښینی رسولان وو چې دَ الله پهٔ حکم خلقو ته دَ زړې زمانې قصې صحیح صحیح بیانوے حالانکې تا نهٔ دَ تاریخ کتابونه وئیلی دی اؤ نهٔ دې دَ چا نه دا قصې اورېدلی دی۔