پارہ 06

لَا یُحِبُّ اللّٰهُ الْجَهْرَ بِالسُّوْٓءِ مِنَ الْقَوْلِ اِلَّا مَنْ ظُلِمَ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا عَلِیْمًا۝۱۴۸
دَ الله خوښه نهٔ ده دَ چا دَ ناکاره خبرې څرګندؤل مګر چا باندې چې ظلم شوے وی ، اؤ الله اورېدونکے خبردار دے۔ ف۲۱۰
ف۲۱۰: یعنی کهٔ پهٔ چا کښې دَ دین یا دَ دنیا څهٔ عیب وی نو هغه مشهورؤل ښهٔ نهٔ دی۔ الله تعالیٰ دَ ټولو خبرې اَوری اؤ دَ هر چا پهٔ کارونو خبر دے دَ هغې موافق به هر چا ته جزا یا سزا ورکوی۔ دغه غیبت دے۔ البته مظلوم ته اجازت دے چې دَ ظالم ظلم خلقو ته بیان کړی۔ دغه شان پهٔ ځنو نورو ځایونو کښې هم غیبت جائز دے۔ اؤ دلته دا حکم شاید چې دې دپاره مسلمانانو ته شوے دے چې دَ چا منافق نوم مهٔ مشهورویٔ اؤ پهٔ څرګنده ېٔ مهٔ بدنامویٔ پهٔ دې کښې دَ نور خرابېدو خطره ده۔ پټ غوندې ورته نصیحت پکار دے۔ یا داسې پهٔ اشارو کنایو کښې وئیل پکار دی چې هغه پرې پوهه شی اؤ دَ هغه بد کار یا منافقت نه منع شی۔ حضور اکرمﷺ به هم دغسې کؤل ، دَ منافقانو شهرت ېٔ نهٔ کؤلو۔
اِنْ تُبْدُوْا خَیْرًا اَوْ تُخْفُوْهُ اَوْ تَعْفُوْا عَنْ سُوْٓءٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِیْرًا۝۱۴۹
کهٔ تاسو پهٔ څرګنده وکړیٔ څهٔ نیکی یا ېٔ پټه کړیٔ یا معاف کړیٔ بدی ، نو الله هم معاف کؤنکے دَ لوئی قدرت مالک دے۔ ف۲۱۱
ف۲۱۱: پهٔ دې آیت کښې مظلوم ته دَ معافیٔ ورکؤلو ترغیب ورکړې شوے دے۔ چې الله تعالیٰ دَ زبردست طاقت اؤ قدرت مالک دے اؤ هغه دَ بنده خطاګانې معاف کوی نو بنده خو عاجز اؤ کمزورے دے هغهٔ ته خو ضرور دَ بل غلطی معاف کؤل پکار دی۔ خلاصه دا ده چې مظلوم ته دَ ظالم نه بدل اخستل جائز دی مګر بهتره دا ده چې صبر وکړی اؤ معافی ورته وکړی۔ پهٔ دې آیت کښې دې طرف ته اشاره ده چې کهٔ دَ منافقانو اصلاح غواړیٔ نو دَ هغوی پهٔ شرارت صبر کویٔ اؤ پهٔ نرمۍ اؤ پهٔ پټه پټه ورته نصیحت کویٔ ، څرګند اختلاف ورسره مهٔ کویٔ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَ رُسُلِهٖ وَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّفَرِّقُوْا بَیْنَ اللّٰهِ وَ رُسُلِهٖ وَ یَقُوْلُوْنَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَّ نَكْفُرُ بِبَعْضٍ١ۙ وَّ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّتَّخِذُوْا بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًۙا۝۱۵۰
کوم خلق چې منکر دی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولانو نه اؤ دا غواړی چې فرق پیدا کړی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولانو ترمینځه ، اؤ وائی مونږ منو ځنی (رسولان) اؤ نهٔ منو ځنی اؤ دا غواړی چې پیدا کړی دَ دې ترمینځه لار۔
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ حَقًّا١ۚ وَ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا۝۱۵۱
داسې کسان اصل کافران دی۔ اؤ مونږ تیار کړے دے دَ کافرانو دپاره دَ ذلت عذاب ف۲۱۲
ف۲۱۲: دَ دې ځائې نه دَ یهودو ذکر دے۔ پهٔ یهودیانو کښې نفاق ډېر دے۔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې منافقان اکثر یا یهودیان وو اؤ یا دَ هغوی ملګری اؤ دَ هغوی پهٔ صلاح مشوره چلېدونکی وو۔ پهٔ دې وجه قرآن شریف کښې اکثر دَ دواړو ذکر ورسره ورسره راځی۔ دَ آیت خلاصه دا ده چې څوک دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ نه منکر دی اؤ دَ الله اؤ دَ رسولانو ترمینځه فرق کوی یعنی پهٔ الله خو ایمان راؤری لېکن رسولان ېٔ نهٔ منی۔ یا ځنی رسولان منی خو ځنی نهٔ منی۔ مطلب دا چې دَ اسلام اؤ دَ کفر ترمینځه یو نوے مذهب جوړوی هم دغه خلق اصلی کافران دی اؤ دَ سخت عذاب حقدار دی۔
فائده: دَ الله منل هله معتبر دی چې دَ خپلې زمانې دَ پېغمبر تصدیق هم وکړی اؤ دَ هغهٔ حکم ومنی۔ دَ پېغمبر نه بغېر دَ الله منل غلط دی۔ دَ دې څهٔ اعتبار نشته۔ بلکې یو نبی ته دروغژن وئیل ټولو نبیانو ته دروغژن وئیلو پهٔ شان دی۔ یهودو چې حضور اکرمﷺ ته دروغژن ووئیل۔ نو داسې شوه لکه چې ټول انبیاءؑ ېٔ دروغژن وګڼل اؤ پاخهٔ کافران شو۔ یواځې دَ موسٰیؑ پهٔ پېغمبر منلو نهٔ خلاصیږی۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَ رُسُلِهٖ وَ لَمْ یُفَرِّقُوْا بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ اُولٰٓىِٕكَ سَوْفَ یُؤْتِیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۠۝۱۵۲
اؤ چا چې ایمان راؤړو پهٔ الله باندې اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسولانو ، اؤ فرق ېٔ رانهٔ وستو دَ دوی ترمینځه دَ هېچا ، دوی ته به زر ورکړی دَ دوی اجرونه اؤ الله دے بخښونکے مهربانه۔ ف۲۱۳
ف۲۱۳: یعنی چا چې پهٔ رسولانو کښې فرق ونهٔ کړو بلکې پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ په ټولو رسولانو ېٔ ایمان راؤړو۔ الله تعالیٰ به پهٔ خپل فضل هغوی ته ډېر ډېر ثوابونه اؤ اجرونه ورکړی۔ دَ دې نه مطلب مسلمانان دی چې پهٔ حضورﷺ اؤ ټولو رسولانو ېٔ ایمان راؤړے دے۔
یَسْـَٔلُكَ اَهْلُ الْكِتٰبِ اَنْ تُنَزِّلَ عَلَیْهِمْ كِتٰبًا مِّنَ السَّمَآءِ فَقَدْ سَاَلُوْا مُوْسٰۤی اَكْبَرَ مِنْ ذٰلِكَ فَقَالُوْۤا اَرِنَا اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ١ۚ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذٰلِكَ١ۚ وَ اٰتَیْنَا مُوْسٰی سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا۝۱۵۳
اهلِ کتاب تا نه خواست کوی چې تهٔ راکوز کړه دوی ته یو لیکلے کتاب دَ آسمان نه ، نو دوی غوښتې دے دَ موسٰیؑ نه دَ دې نه هم غټ څیز۔ اؤ وېٔ وې چې وښیه مونږ ته الله بالکل مخامخ نو راپرېوتو پهٔ دوی باندې تندر دَ دوی دَ ګناه پهٔ سبب۔ بیا ېٔ جوړ کړو سخے دَ ډېرو علامو ور رسېدو نه پس۔ بیا ورته مونږ هغه هم معاف کړو ف۲۱۴ اؤ ورکړه مونږ موسٰیؑ ته څرګنده غلبه ف۲۱۵
ف۲۱۴: دَ یهودو یو څو سرداران دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شوی وو۔ وئیل ېٔ چې کهٔ تهٔ پهٔ رښتیا پېغمبر ېٔ نو یو لیکلې کتاب دَ آسمان نه راؤړه لکه موسٰیؑ چې تورات راؤړے وهٔ۔ پهٔ دې دا آیت نازل شو۔ پهٔ دې ټوله رکوع کښې (دَ یهودو کارنامې) دَ دې نه پهٔ جواب کښې بیان شوی دی۔ مطلب ېٔ دا دے چې یهود چې تا نه داسې کتاب غواړی نو دَ دوی دا مطالبه اؤ سرکشی څهٔ نوې نهٔ ده۔ دَ دوی نیکونو دَ دې نه هم غټې مطالبې دَ خپل پېغمبر نه کړے وې۔ کله چې موسٰیؑ اویا (۷۰) کسه مشران دَ ځان سره کوهِ طور ته بوتلل اؤ دَ الله کلام ېٔ واؤرېدو نو ورته ېٔ ووې چې مونږ ته الله مخامخ څرګند وښیه نو مونږ به هله یقین وکړو (پشی شا آواز باندې یقین نهٔ شو کؤلے مونږ څهٔ خبر یو چې دا خبرې څوک کوی) دا قصه پهٔ سورتِ بقره کښې تېره شوے ده۔ نو الله تعالیٰ ورباندې تندر راؤ غورزؤلو۔ ټول پهٔ هغه ځائې مړهٔ شو۔ بیا الله تعالیٰ دَ موسٰیؑ پهٔ دعا دوباده ژوندی کړل۔ داسې غټې معجزې نه پس هم بیا هغوی دَ سخی عبادت شروع کړو۔ الله تعالیٰ ورته دغه ګناه هم معاف کړه۔ دَ دې تفصیل پهٔ سورتِ بقره کښې تېر شوے دے۔
ف۲۱۵: موسٰیؑ هغه سخے وسوزؤلو اؤ دَ هغې ایره ېٔ پهٔ دریاب کښې پهٔ اوبو لاهو کړه اؤ اویا زره (۷۰۰۰۰) بنی اسرائیل چا چې دَ سخی عبادت کړے وهٔ دَ دې پهٔ سزا کښې قتل کړې شو۔ وغېره
وَ رَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّوْرَ بِمِیْثَاقِهِمْ وَ قُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَّ قُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوْا فِی السَّبْتِ وَ اَخَذْنَا مِنْهُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا۝۱۵۴
اؤ مونږ راوچت کړو پهٔ هغوی باندې غر دَ اقرار اخستو دپاره ، ف۲۱۶ اؤ مونږ ورته ووې ننوزیٔ دروازه کښې پهٔ سجده ف۲۱۷ اؤ ورته مو ووې زیاتے مهٔ کویٔ دَ خالی پهٔ ورځ کښې ، اؤ مونږ واخسته دَ هغوی نه پخه وعده۔ ف۲۱۸
ف۲۱۶: یعنی دَ لیکلی کتاب تورات راؤړو نه پس بیا یهودو ووې چې دَ دې حکمونه ډېر سخت دی۔ مونږ دا نهٔ شو منلے۔ نو الله تعالیٰ کوهِ طور دَ زمکې نه اوچت کړو۔ دَ هغوی دَ سرونو دپاسه ېٔ ونیؤلو چې منیٔ کهٔ نه دَ دې غر لاندې مو پیتی کړم نو هغوی دَ ویرې اقرار وکړوچې منو۔
ف۲۱۷: یهودو ته حکم شوے وهٔ چې ښار ته ننوزیٔ نو سرونه ټیت کړیٔ دَ سجدې پهٔ حالت کښې ډېر پهٔ عاجزیٔ ننوزیٔ۔ هغوی دَ دې په بدل کښې سرونه وروستو کړل۔ پهٔ کُناټو ښوئېدل۔ ښپې ېٔ مخکښې ننویستې اؤ سرونه وروستو چې ښار ته ننوتل نو الله تعالیٰ ورباندې دَ طاعون وبا راوسته اؤ تر غرمې پورې اویا زره (۷۰۰۰۰) کسان مړهٔ شو۔
ف۲۱۸: یهودو ته حکم وهٔ چې دَ خالی پهٔ ورځ به دَ مهیانو ښکار نهٔ کویٔ خو دَ الله پهٔ قدرت به دَ خالی پهٔ ورځ دریاب کښې مهیان دَ ټولو ورځو نه زیات ښکارېدل نو یهودیانو دا ټګی وکړه چې دَ دریاب پهٔ غاړه ېٔ ډنډونه جوړ کړل دَ خالی پهٔ ورځ مهیان دَ اوبو سره دې ډنډونو ته راغلل نو لار به ېٔ ورته بنده کړه۔ راګېر به ېٔ کړل نو پهٔ بله ورځ به ېٔ بیا ونیول۔ دَ دې ټګیٔ پهٔ سزا کښې ترېنه الله تعالیٰ شادوګان جوړ کړل چې پهٔ ځناورو کښې دَ ټولو نه سپک اؤ رذیل ځناور دے۔
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ وَ كُفْرِهِمْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ قَتْلِهِمُ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ وَّ قَوْلِهِمْ قُلُوْبُنَا غُلْفٌ١ؕ بَلْ طَبَعَ اللّٰهُ عَلَیْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا۪۝۱۵۵
دوی چې کومه سزا ومونده نو دَ دوی پهٔ وعده ماتؤلو اؤ دَ الله دَ آیتونو نه په منکر کېدو اؤ دَ پېغمبرانو په ناحقه قتل کؤلو ، اؤ پهٔ دې وېنا چې زمونږ پهٔ زړونو پرده ده۔ داسې نهٔ ده بلکې الله مهر لګؤلے دے دَ دوی پهٔ زړونو دَ کفر پهٔ وجه ، نو ایمان نهٔ راؤړی مګر ډېر لږ ، ف۲۱۹
ف۲۱۹: یعنی یهودو هغه وعده ماته کړه نو الله تعالیٰ دَ دوی دَ دې (۱)عهد شکنیٔ اؤ (۲) دَ الله دَ حکم نه انکار اؤ (۳) دَ نبیانو دَ نا حق قتل کؤلو اؤ (۴) دَ هغوی پهٔ دې وېنا چې زمونږ زړونه پهٔ پردو کښې نغښتی دی دَ چا خبرې پرې اثر نهٔ شی کؤلے اؤ (۵) پهٔ بی بی مریمؑ باند باندې تهمت تړلو اؤ (۶) پهٔ دې وېنا چې مونږ عیسٰیؑ قتل کړے دے۔ دَ دې ټولو خبرو پهٔ وجه یهودیانو باندې سخت عذابونه اؤ مصیبتونه (پهٔ دنیا کښې هم نازل شوی دی اؤ آخرت کښې ورته هم ذلیل کؤنکے عذاب تیار دے) رسول اللهﷺ چې به یهودیانو ته هدایت کؤلو نو هغوی به وې چې زمونږ زړونه پړدو کښې نغښتی دی ستا خبرې پرې اثر نهٔ شی کؤلے۔ الله تعالیٰ فرمائی داسې نهٔ ده۔ بلکې دَ کفر پهٔ وجه دَ دوی پهٔ زړونو مهر لګؤلے شوے دے نو دَ دوی پهٔ نصیب کښې ایمان نشته۔ بې دَ بعضو کسانو نه لکه عبدالله بن سلام اؤ دَ هغهٔ ملګری۔
وَّ بِكُفْرِهِمْ وَ قَوْلِهِمْ عَلٰی مَرْیَمَ بُهْتَانًا عَظِیْمًاۙ۝۱۵۶
اؤ دَ دوی پهٔ کفر اؤ پهٔ بی بی مریمؑ باندې غټ بهتان تړلو ،
وَّ قَوْلِهِمْ اِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِیْحَ عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ رَسُوْلَ اللّٰهِ١ۚ وَ مَا قَتَلُوْهُ وَ مَا صَلَبُوْهُ وَ لٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ١ؕ وَ اِنَّ الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ١ؕ مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ اِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ١ۚ وَ مَا قَتَلُوْهُ یَقِیْنًۢاۙ۝۱۵۷
اؤ پهٔ دې وېنا چې مونږ قتل کړو عیسٰی بن مریم چې دَ الله رسول وهٔ۔ ف۲۲۰ اؤ دوی نهٔ هغه قتل کړے اؤ نهٔ ېٔ پهٔ سولۍ خېژؤلے لېکن دوی ته هغه شان شکل جوړ شو۔ اؤ کوم خلق چې پهٔ دې کښې ګډې وډې خبرې کوی نو هغوی هسې پهٔ شک کښې دی ، دَ دې ورته هېڅ علم نشته تش پهٔ اټکل روان دی ، اؤ هغه ېٔ قتل کړے نه دے بېشکه ،
ف۲۲۰: یهودیانو به پهٔ فخر سره وئیل چې مونږ عیسٰیؑ قتل کړے دے۔ الله تعالیٰ دَ دوی دَ دې قول تردید کوی۔ چې هغه نهٔ قتل شوے دے۔ نهٔ پهٔ سولئ ختلے دے۔ هغه خو الله تعالیٰ آسمان ته خېژؤلے دے۔ اؤ اوس هم ژوندې دے اؤ الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے۔
بَلْ رَّفَعَهُ اللّٰهُ اِلَیْهِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا۝۱۵۸
بلکې هغه الله پورته کړو خپل طرف ته اؤ دے الله زبردست دَ حکمت خاوند ، ف۲۲۱
ف۲۲۱: الله تعالیٰ دَ یهودیاونو دَ دې وېنا تکذیب کوی اؤ فرمائی چې یهودیانو نهٔ عیسٰیؑ قتل کړے دے اؤ نهٔ ېٔ پهٔ سولۍ خیژؤلے دے۔ یهودیان چې پهٔ دې حق کښې څهٔ مختلفې خبرې کوی هسې دَ ځان نه لګیا دی۔ الله تعالیٰ هغوی پهٔ شک کښې اچؤلی دی دَ اصل واقعې نه ناخبره دی۔ واقعی خبره دا ده چې عیسٰیؑ الله تعالیٰ آسمان ته خېژؤلے دے اؤ الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے اؤ هر کار کښې ېٔ حکمت دے۔
یهودیانو چې کله دَ عیسٰیؑ دَ قتل اراده وکړه نو وړومبے یو سړے دَ هغهٔ کور ته ننوتو۔ الله تعالیٰ عیسٰیؑ خو آسمان ته وخېژؤلو اؤ دَ دې سړی شکل ېٔ دَ عیسٰیؑ پهٔ شان کړو۔ نو خلق چې ورپسې راننوتل نو هم هغه ملګرے ېٔ دَ عیسٰیؑ پهٔ ګومان ونیوهٔ اؤ قتل ېٔ کړو۔ بیا وروستو خیال راغلو چې دَ دې سړی مخ خو دَ عیسٰیؑ پهٔ شان دے خو نور بدن ېٔ زمونږ دَ ملګری پهٔ شان دے۔ دا خو هغه نهٔ دے نورو به وې چې کهٔ دا سړے زمونږ ملګرے وی نو عیسٰیؑ څهٔ شو۔ اؤ کهٔ دا عیسٰیؑ وی نو زمونږ ملګرے څهٔ شو۔ نو دغسې پهٔ ګډو وډو سر شو۔ اصل حقیقت دا دے چې عیسٰیؑ قتل شوے نهٔ دے هغه الله تعالیٰ آسمان ته پورته کړے دے۔ اؤ دوی خپل ملګرے وژلے دے۔
وَ اِنْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اِلَّا لَیُؤْمِنَنَّ بِهٖ قَبْلَ مَوْتِهٖ١ۚ وَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكُوْنُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًاۚ۝۱۵۹
اؤ څومره فرقې دَ اهلِ کتابو چې دی ټولې به پهٔ عیسٰیؑ ایمان راؤی دَ هغهٔ دَ مرګ نه مخکښې ، اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به هغه پهٔ دوی ګواه وی، ف۲۲۲
ف۲۲۲: عیسٰیؑ پهٔ آسمان کښې ژوندے موجود دے۔ کله چې دجال پیدا شی نو هغهؑ به دې دنیا ته راکوز شی۔ دجال به قتل کړی۔ ټول یهودیان اؤ عیسایان به ایمان راؤړی چې واقعی عیسٰیؑ ژوندے وهٔ مړ نهٔ دے۔ دَ قیامت پهٔ ورځ به عیسٰیؑ دَ الله پهٔ دربار کښې دَ دې ټولو حالت بیانوی چې یهودیانو زما داسې مخالفت وکړو اؤ عیسایانو راته دَ الله ځوے وې۔
فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا عَلَیْهِمْ طَیِّبٰتٍ اُحِلَّتْ لَهُمْ وَ بِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَثِیْرًاۙ۝۱۶۰
نو دَ یهودو دَ ګناهونو پهٔ وجه مونږ حرام کړهٔ پهٔ دوی ډېر پاک څیزونه ، چې دوی ته حلال وو اؤ پهٔ دې وجه منع کؤل به دوی دَ الله لارې نه ډېر ،
وَّ اَخْذِهِمُ الرِّبٰوا وَ قَدْ نُهُوْا عَنْهُ وَ اَكْلِهِمْ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ١ؕ وَ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا۝۱۶۱
اؤ پهٔ دې وجه چې سود به ېٔ اخستو اؤ دوی دَ دې نه منع کړی شوی وو۔ اؤ پهٔ دې وجه چې دَ خلقو مال به ېٔ پهٔ ناحقه خوړو۔ اؤ تیار ساتلې دے مونږ پهٔ دوی کښې دَ کافرانو دپاره دردناک عذاب۔ ف۲۲۳
ف۲۲۳: یهودیانو دَ سرکشیٔ اؤ وړاندے وروستو شرارتونو اؤ سختو ګناهونو دَ ذکر نه پس اوس بیانوی چې هغوی داسې سرکشه وو ځکه ورته مونږ شریعت هم سخت راستؤلے وهٔ۔ چې دَ دوی سرکشی ختمه شی نو اوس دا شبهه ختمه شوه چې دَ حرمت احکام خو پهٔ تورات کښې نازل شوی وو۔ اؤ دَ حضرت عیسٰیؑ مخالفت اؤ بی بی مریم باندې بهتان وروستو شوے دے۔ نو سزا دَ جرم نه مخکښې شوه۔
دَ دې رکوع خلاصه حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکؤل دی چې کهٔ دا یهودیان دَ عناد پهٔ وجه ستا تصدیق نهٔ کوی اؤ دَ تورات غوندې لیکلے کتاب درنه غواړی نو دَ دوی پهٔ داسې خبرو خفګان مهٔ کوه۔ دا نالائقه پخوا راسې هم دغسې دی۔ دَ خپل پېغمبر سره ېٔ دَ دې نه زیات کارونه کړی دی۔ ما ته دَ دوی وړاندے وروستو حال ټول معلوم دے۔ دَ دوی دَ دې سرکشیٔ پهٔ وجه ورباندې پهٔ دنیا کښې هم شریعت سخت نازل شوے وهٔ ، اؤ پهٔ آخرت کښې هم ورته سخت عذاب تیار دے۔
لٰكِنِ الرّٰسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَ الْمُؤْمِنُوْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَ مَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَ الْمُقِیْمِیْنَ الصَّلٰوةَ وَ الْمُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ الْمُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ سَنُؤْتِیْهِمْ اَجْرًا عَظِیْمًا۠۝۱۶۲
لېکن کوم چې پاخهٔ دی پهٔ علم کښې دَ دوی نه اؤ ایماندار ، نو دوی منی هغه (احکام) چې نازل شوی دی پهٔ تا باندې اؤ هغه چې نازل شوی دی دَ تانه مخکښې ، اؤ آفرین دے پهٔ نمونځ قائم ساتونکیو اؤ څوک چې زکٰوة ورکؤنکی اؤ یقین کؤنکی دی پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ ، نو داسې کسانو ته به مونږ ورکوو غټ ثواب ف۲۲۴
ف۲۲۴: یعنی پهٔ بنی اسرائیلو کښې چې دَ چا علم مضبوط دے لکه عبد الله بن سلامؓ اؤ دَ هغهٔ ملګری اؤ کوم خلق چې صاحبِ ایمان دی۔ هغوی قرآن مجید ، تورات اؤ انجیل ټول منی اؤ کوم خلق چې نمونځ کوی ، زکٰوة ورکوی اؤ ایمان لری پهٔ الله اؤ پهٔ ورځ دَ قیامت باندې نو داسې خلقو ته به ورکوو مونږ لوئے ثواب پهٔ خلاف دَ اول فریق چې دَ هغوی دپاره سخت عذاب دے۔
اِنَّاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ كَمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی نُوْحٍ وَّ النَّبِیّٖنَ مِنْۢ بَعْدِهٖ١ۚ وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ وَ الْاَسْبَاطِ وَ عِیْسٰی وَ اَیُّوْبَ وَ یُوْنُسَ وَ هٰرُوْنَ وَ سُلَیْمٰنَ١ۚ وَ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًاۚ۝۱۶۳
مونږ وحې راستولې ده تا ته، ف۲۲۵ څنګه چې مو وحې راستولی وه نوحؑ اؤ هغه نبیانو ته چې دَ هغهٔ نه وروستو وو۔ ف۲۲۶ اؤ وحې مو راستؤلے وه ابراهیمؑ اؤ اسماعیلؑ اؤ اسحاقؑ اؤ یعقوبؑ اؤ دَ هغهٔ اولاد ته اؤ عیسٰیؑ اؤ ایوبؑ اؤ یونسؑ اؤ هارونؑ اؤ سلیمانؑ ته اؤ مونږ ورکړے وهٔ داؤدؑ ته زبور،
ف۲۲۵: اهلِ کتابو اؤ مشرکانو ټولو به دَ قرآن شریف نهٔ منلو دپاره قسم قسم بهانې جوړؤلے یو پکښې دا هم وه چې کهٔ مونږ ته دَ تورات غوندې دَ آسمان نه لیکلے کتاب راغلو نو مونږ به پرې ایمان راؤړو۔ پهٔ دې آیتونو کښې الله تعالیٰ دَ وحی حقیقت بیانوی اؤ دَ کفارو دَ الزام تحقیقی جواب ورکوی۔ پهٔ مخکښینیو آیتونو کښې یهودیانو ته الزامی جواب وهٔ۔ اوس اصل جواب شروع کیږی۔ چې پهٔ نورو نبیانو باندې هم وحې پهٔ دغه طریقه راغلے ده۔ ټولو باندې لیکلی کتابونه نهٔ دی نازل شوی۔ دَ حکمِ الٰهی منل پهٔ بندګانو باندې فرض دی۔ پهٔ هره طریقه چې حکم نازل شوے وی۔ اؤ څوک چې پکښې شک شبهه کوی هغه ګمراه اؤ دَ عذاب حقدار دے۔
ف۲۲۶: دَ دې نه معلومه شوه چې وحې خاص دَ الله حکم اؤ دَ هغهٔ یو پېغام دے چې پهٔ انبیاؤ نازلیږی۔ نو پهٔ مخکښینیو یېغمبرانو چې څنګه وحې راغلے ده دغسې پهٔ حضرت محمّدﷺ هم الله تعالیٰ خپله وحې راستؤلے ده۔ نو چا چې هغه وحې منلے ده دا دې هم ومنی۔ اؤ کهٔ دَ دې نه انکار کوی نو ګمراه دے اؤ چا چې دَ دې نه انکار وکړو نو داسې ده لکه چې دَ ټولو مخکښینیو وحې نه ېٔ هم انکار وکړو۔ دَ حضرت نوحؑ اؤ هغهٔ نه وروستو پېغمبرانو سره مشابهت شاید چې پهٔ دې ورکړې شوے دے چې دَ حضرت آدمؑ دَ وخت نه وحې شروع شوے وه خو هغه ېٔ بالکل ابتدائی حالت وهٔ۔ پهٔ نوحؑ ېٔ تکمیل وشو۔ ګویا اول حالت محض دَ تعلیم وهٔ اؤ اوس خلق دَ دې قابل شو چې امتحان ترېنه واخستے شی۔ فرمانبردارو ته انعام اؤ نافرمانو ته سزا ورکړې شی۔ دَ لویو لویو رسولانو سلسله هم دَ نوحؑ نه پس شروع شوے ده۔ اؤ دَ الله دَ حکم نه انکار کؤنکیو باندې اول عذاب هم دَ حضرت نوحؑ نه شروع شوے دے۔ مطلب دا چې دَ نوحؑ نه اول پهٔ نافرمانئ چا ته سزا نهٔ شوه ورکؤلے ، معذور به ګڼلے شو۔ اؤ دَ پوهه کؤلو کوشش به ېٔ کېدو۔ اوس چې احکامِ الٰهی ښهٔ څرګند شو۔ اؤ خلق ښهٔ پوه شو نو پهٔ نافرمانو عذاب نازل شو اؤ سخت طوفان راغلو۔ دې نه پس دَ حضرت هودؑ ، حضرت صالحؑ اؤ حضرت شعیبؑ پهٔ زمانه کښې هم پهٔ کافرانو قسم قسم عذابونه راغلل۔ نو دَ حضورﷺ دَ وحې تشبیهه دَ حضرت نوحؑ اؤ هغهٔ نه پس نبیانو سره ورکؤلو کښې اهلِ کتابو اؤ مشرکانو ته خبردارے دے، چې څوک چې دا وحې قرآن نهٔ منی هغه هم دَ دغسې عذاب حقدار دی۔
وَ رُسُلًا قَدْ قَصَصْنٰهُمْ عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ وَ رُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَیْكَ١ؕ وَ كَلَّمَ اللّٰهُ مُوْسٰی تَكْلِیْمًاۚ۝۱۶۴
اؤ مونږ راستؤلی وو داسې رسولان چې دَ هغوی حال مو تا ته بیان کړو دَ دې نه مخکښې اؤ داسې رسولان چې دَ هغوی حال مو نهٔ دے بیان کړے تا ته اؤ خبرې وکړې الله دَ موسٰی سره ف۲۲۷
ف۲۲۷: اول ېٔ دَ نوحؑ نه پس انبیاء اجمالًا ذکر کړل۔ بیا چې پهٔ هغوی کښې کوم لوئی لوئی اؤ مشهور نبیان وو دَ هغوی ذکر ېٔ تفصیل سره وکړو۔ دَ دې نه یقینی معلومه شوه چې پهٔ حضور اکرمﷺ باندې چې څنګه وحی راځی دا حق ده اؤ دَ دې منل ه، دغسې ضروری دی لکه دَ مخکښینیو نبیانو۔ اؤ دا هم معلومه شوه چې نبیانو باندې چې وحې راځی نو کله فرښته پېغام راؤړی اؤ کله لیکلے کتاب راځی۔ کله ورسره الله تعالیٰ دَ فرښتې دَ واسطې نه بغېر پهٔ خپله خبرې وکړی پهٔ دې ټولو شکلونو کښې وحې دَ الله حکم دے۔ پهٔ بندګامو دَ هغې تابعداری یو شان ضروری ده۔ څهٔ فرق پکښې نشته۔ بندګانو ته دَ رسېدو طریقه ېٔ هر څهٔ چې وی۔ دَ فرښتې پهٔ واسطه وی کهٔ دَ تحریر پهٔ شکل کښې کهٔ بلاواسطه پهٔ خپله کلام وی۔ نو اوس دَ یهودیانو دا وېنا چې کهٔ دَ تورات پهٔ شان لیکلے کتاب دې راؤړو نو مونږ به ېٔ ومنو ، ګنی نهٔ منو۔ دا خالص حماقت اؤ عناد دے۔ هر کله چې وحې پهٔ اصل کښې دَ الله حکم دے اؤ دَ هغې دَ راتلو شکلونه مختلف دی نو بیا پهٔ هر شکل کښې چې وی انکار ترې نهٔ دے پکار۔ اؤ دا خبره چې کهٔ خاص پهٔ دې طریقه وی نو منو ، ګنی نهٔ منو۔ څرګند کفر اؤ خالص حماقت دے۔
رُسُلًا مُّبَشِّرِیْنَ وَ مُنْذِرِیْنَ لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَی اللّٰهِ حُجَّةٌۢ بَعْدَ الرُّسُلِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا۝۱۶۵
اؤ راواموستؤل رسولان خوشخبری ورکؤنکی اؤ ویرونکی چې پاتې نهٔ شی خلقو ته پهٔ الله باندې دَ الزام موقع دَ رسولانو نه پس اؤ الله زبردست دے دَ حکمت خاوند۔ ف۲۲۸
ف۲۲۸: الله تعالیٰ مسلسل پېغمبران راستوی چې مسلمانانو ته دَ ثواب خوشخبری ورکړی اؤ کافران دَ الله دَ عذاب نه اؤ ویروی۔ چې دَ قیامت پهٔ ورځ مخلوق دا عذر نهٔ شی کؤلے چې مونږ دَ الله دَ احکامو نه خبر نهٔ وو۔ اؤ مونږ ته دَ الله رضا معلومه نهٔ وه ګنی ضرور به دَ الله پهٔ احکامو چلیدلی وو اؤ نافرمانی به مو نهٔ وه کړے۔ نو چې الله تعالیٰ پېغمبران راواستؤل اؤ هغوی ته ېٔ دَ معجزو دلائل ورکړل نو اوس چا ته پهٔ حق دین قبلؤلو کښې څهٔ عذر پاتې نهٔ شو۔ دا نهٔ شی وئیلے چې مونږ خبر نهٔ وو۔ دَ الله تعالیٰ وحې داسې قطعی حجّت دے چې دَ دې پهٔ مقابله کښې بله خبره نهٔ شی اورېدې۔ دا هم دَ الله تعالیٰ حکمت اؤ رحم دے۔ چې دومره پېغمبران ېٔ دَ رهنماییٔ دپاره راواستؤل۔ کهٔ زبردستی ېٔ کؤلے نو چا منع کؤلے شو؟
لٰكِنِ اللّٰهُ یَشْهَدُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اِلَیْكَ اَنْزَلَهٗ بِعِلْمِهٖ١ۚ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَشْهَدُوْنَ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًاؕ۝۱۶۶
لېکن الله ګواه دے پهٔ دې چې څهٔ ېٔ نازل کړی پهٔ تا ، نازل کړی ېٔ دی پهٔ خپل علم سره ، اؤ فرښتې هم ګواه دی ، اؤ الله کافی دے حق څرګندؤنکے، ف۲۲۹
ف۲۲۹: یعنی وحې پهٔ هر پېغمبر راغلے ده لېکن قرآن کریم کښې الله تعالیٰ خپل خاص علم راستؤلے دے اؤ الله تعالیٰ به دا حق څرګندوی۔ پوهه خلق پهٔ دې پوهیږی چې کوم علوم اؤ حقائق دَ قرآن مجید نه حاصل شوی دی اؤ حاصلیږی ، دا دَ بل کتاب نه نهٔ دی حاصل شوی۔ اؤ څومره هدایت چې دَ حضور اکرمﷺ نه خلقو ته رسېدلے دے ، دومره دَ بل پېغمبر نه نهٔ دے رسېدلے۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ صَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ قَدْ ضَلُّوْا ضَلٰلًۢا بَعِیْدًا۝۱۶۷
کوم خلق چې کافر شول اؤ منع ېٔ کړو دَ الله دَ لارې نه ، هغوی تېروتل لرې پرېوتل،
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ ظَلَمُوْا لَمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَ لَا لِیَهْدِیَهُمْ طَرِیْقًاۙ۝۱۶۸
کوم خلق چې کافر شول اؤ حق ېٔ پټ کړو ، هرګز الله دَ هغوی بخښونکے نهٔ دے، اؤ نهٔ به وښائی هغوی ته نېغه لاره۔
اِلَّا طَرِیْقَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ وَ كَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا۝۱۶۹
مګر دَ دوزخ لار چې وسی به دوی پهٔ هغې کښې همېشه ، اؤ دا کار الله ته آسان دے۔ ف۲۳۰
ف۲۳۰: دَ حضور اکرمﷺ دَ رسالت دَ تصدیق نه پس اوس فرمائی چې څوک دَ حضور اکرمﷺ دَ رسالت نه منکر شو۔ اؤ پهٔ تورات کښې چې دَ حضور اکرمﷺ کوم تعریف دے هغه ېٔ دَ خلقو نه پټ کړو نو داسې کسان به هېچرے نهٔ شی بخښلے۔ هدایت دَ حضور اکرمﷺ پهٔ اتباع موقوف دے ، اؤ دَ حضور اکرمﷺ مخالفت ګمراهی ده۔ پهٔ دې کښې یهودو ته پوره زورنه ورکړې شوه۔
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الرَّسُوْلُ بِالْحَقِّ مِنْ رَّبِّكُمْ فَاٰمِنُوْا خَیْرًا لَّكُمْ١ؕ وَ اِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا۝۱۷۰
اے خلقو! تاسو ته رسول راغلو ستاسو دَ رب دَ حق خبرو سره نو دا ومنیٔ پهٔ دې کښې ستاسو خیر دے ، اؤ کهٔ ونهٔ منیٔ ، نو دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ زمکه کښې دی ، اؤ دے الله پهٔ هر څهٔ خبردار دَ حکمت خاوند، ف۲۳۱
ف۲۳۱: دَ حضور اکرمﷺ دَ رسالت اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ کتاب دَ تصدیق اؤ دَ یهودو دَ تغلیط اؤ ګمراهیٔ څرګندؤلو نه پس اوس عامو خلقو ته خطاب دے ، چې اے خلقو زما رسولﷺ تاسو ته رښتونے کتاب اؤ رښتونے دین راؤړو۔ ستاسو خیر پهٔ دې کښې دے چې زما دَ رسولﷺ خبره ومنیٔ اؤ کهٔ نهٔ منیٔ نو پهٔ دې پوهه شیٔ چې آسمانونو اؤ زمکه کښې څهٔ چې دی دا ټول دَ الله دی ، اؤ هغه ستاسو دَ اعمالو اؤ اقوالو نه خبر دے۔ پوره پوره حساب کتاب به درسره کوی اؤ جزا به درکوی۔
فائده: دَ دې آیت نه معلومه شوه چې دَ پېغمبر پهٔ وحی ایمان راؤړل فرض دی ، اؤ انکار ترېنه کفر دے۔
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ وَ لَا تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ١ؕ اِنَّمَا الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ رَسُوْلُ اللّٰهِ وَ كَلِمَتُهٗ١ۚ اَلْقٰىهَاۤ اِلٰی مَرْیَمَ وَ رُوْحٌ مِّنْهُ١٘ فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رُسُلِهٖ١۫ۚ وَ لَا تَقُوْلُوْا ثَلٰثَةٌ١ؕ اِنْتَهُوْا خَیْرًا لَّكُمْ١ؕ اِنَّمَا اللّٰهُ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ١ؕ سُبْحٰنَهٗۤ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗ وَلَدٌ١ۘ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا۠۝۱۷۱
اے اهلِ کتابو مبالغه مهٔ کویٔ دَ خپل دین پهٔ خبرو کښې اؤ مهٔ واییٔ دَ الله پهٔ شان کښې بې دَ رښتیا خبرو نه ، بې شکه مسیح عیسٰیؑ دَ مریم ځوئے دَ الله رسول دے اؤ دَ الله کلام دے ، چې غورزؤلے ېٔ دے دَ مریم طرف ته اؤ روح دے دَ هغهٔ دَ طرف نه ، نو ومنیٔ الله اؤ دَ هغهٔ رسولان ، اؤ مهٔ وایئ چې خدایان درے دی ، دا خبره پرېږدیٔ ستاسو دپاره به ښهٔ شی ، بېشکه الله معبود دے یواځې ، دَ هغهٔ سره نهٔ ښائی چې دَ هغهٔ اولاد وی، ف۲۳۲ دَ هغهٔ دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی، اؤ کافی دے الله کارساز۔ ف۲۳۳
ف۲۳۲: اهلِ کتابو به دَ خپلو نبیانو پهٔ تعریف کښې زیاتے کؤلو اؤ دَ حد نه به بهر وتل۔ الله اؤ دَ الله ځوئے به ېٔ ورته وې۔ نو الله تعالیٰ فرمائی چې دَ دین پهٔ خبرو کښې زیاتے مهٔ کویٔ اؤ دَ چا پهٔ تعریف کښې دَ حد نه مهٔ وځیٔ اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ حق کښې هم صرف هغه خبرې کویٔ کومې چې رښتیا اؤ یقینی معلومې وی۔ دَ خپل ځان نه څهٔ مهٔ جوړویٔ تاسو دا څهٔ غضب کویٔ چې عیسٰیؑ چې دَ الله رسول اؤ دَ الله پهٔ حکم پیدا شوے دے هغهٔ ته دَ الله ځوئے واییٔ اؤ درے خدایان مو ومنل۔ یو الله ، دویم عیسٰیؑ اؤ دریٔم بی بی مریم۔ دَ دې خبرو نه منع شیٔ۔ الله تعالیٰ واحد لا شریک دے۔ دَ هغهٔ ځوئے نشته ، هغه دَ داسې خبرو نه پاک دے۔ دا ټول خرابے ځکه پیدا شو چې تاسو دَ وحې تابعداری نهٔ کویٔ۔ ګنی پهٔ درے خدایانو منلو به مو ځان نهٔ کافر کؤلو۔ اؤ نهٔ به مو الله ته ځوئے پیدا کؤلو۔ اؤ نهٔ به مو دَ رسول اکرمﷺ اؤ دَ قرآن تکذیب کؤلو۔
فائده: دَ اهلِ کتابو یوې ډلې خو دَ عیسٰیؑ دَ رسالت نه انکار کؤلو اؤ دَ قتل فکر کښې ېٔ وو۔ بلې ډلې ترېنه دَ الله ځوئے جوړ کړو۔ نو دواړه ډلې کافرې شوې۔ دا ځکه چې دوی دَ وحې دَ احکامو خلاف وکړو۔ نو معلومه شوه چې نجات صرف دَ وحې پهٔ تابعداریٔ کښې دے۔
ف۲۳۳: یعنی پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې څهٔ چې دی ټول دَ الله تعالیٰ مخلوق اؤ دَ هغهٔ ملکیت دی ، اؤ ټول دَ هغهٔ بندګان اؤ تابع دی نو څنګه به پکښې څوک دَ هغهٔ ځوئے شی اؤ الله تعالیٰ یواځې دَ ټولو کارساز دے۔ اؤ هغه یواځې کافی دے۔ دَ بل چا څهٔ حاجت نشته۔ مطلب دا چې پهٔ مخلوق کښې دَ الله تعالیٰ سره دَ شریک کېدو لیاقت اؤ قابلیت نشته۔ نهٔ دَ الله پهٔ ذات کښې دا ګنجائش شته چې څوک ورسره شریک شی۔ اؤ نهٔ دَ دې څهٔ ضرورت شته۔ الله یواځې کافی دے۔
فائده: دَ پورته خبرو نه معلومه شوه چې څوک الله تعالیٰ ته ځوئے پیدا کوی یا دَ هغهٔ سره څوک شریک منی هغه پهٔ حقیقت کښې الله تعالیٰ دَ ټولو موجوداتو خالق نهٔ منی اؤ الله تعالیٰ یواځې دَ ټولو دَ کارسازیٔ اؤ حاجت پوره کؤلو دپاره کافی نهٔ ګڼی۔ ګویا چې الله تعالیٰ دَ خداییٔ دَ درجې نه وباسی ، دَ مخلوقاتو پهٔ درجه کښې ېٔ داخلوی۔ پهٔ آیت سُبْحٰنَہٗ اَنْ یَّکُوۡنَ لَہٗ وَلَدٌ کښې چې کومې ناپاکیٔ طرف ته اشاره ده هغه څرګنده شوه۔ دا ناپاکی پهٔ فرزندِ حقیقی اؤ فرزندِ مجازی دواړو کښې موجوده ده۔ دَ الله تعالیٰ ذات دَ دې نه پاک اؤ ډېر لوئے دے چې دَ هغهٔ ځوئے پیدا شی ، یا پهٔ مخلوق کښې څوک ځان ته ځوئے جوړ کړی۔
لَنْ یَّسْتَنْكِفَ الْمَسِیْحُ اَنْ یَّكُوْنَ عَبْدًا لِّلّٰهِ وَ لَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ الْمُقَرَّبُوْنَ١ؕ وَ مَنْ یَّسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَ یَسْتَكْبِرْ فَسَیَحْشُرُهُمْ اِلَیْهِ جَمِیْعًا۝۱۷۲
مسیحؑ ته څهٔ شرم نهٔ دے ، چې دَ الله بنده شی ، اؤ نهٔ فرښتو ته چې مقرّبې دی، ف۲۳۴ اؤ چا ته چې شرم ورځی دَ الله پهٔ بندګیٔ اؤ تکبّر کوی نو الله به راجمع کړی دا ټول خپل ځان ته یو ځائې ،
ف۲۳۴: یعنی دَ الله تعالیٰ بنده کېدل ، دَ هغهٔ عبادت کؤل اؤ دَ هغهٔ دَ حکم تابعداری کؤل خو اعلٰی درجه شرافت دے۔ دَ دې قدر، عزّت ، اؤ مرتبه عیسٰیؑ اؤ مقربو فرښتو ته معلومه ده ، هغوی به څنګه دَ الله دَ بندګیٔ نه انکار وکړی۔ دَ بې عزتیٔ اؤ شرم خبره خو دَ غېر الله بندګی ده۔ څنګه چې عیسایان حضرت مسیحؑ ته دَ الله ځوئے وائی ، اؤ مشرکان فرښتو ته دَ الله لوڼه وائی اؤ دَ بتانو عبادت کوی نو دوی به همېشه دَ ذلّت پهٔ عذاب کښې پراتهٔ وی۔
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ وَ یَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ١ۚ وَ اَمَّا الَّذِیْنَ اسْتَنْكَفُوْا وَ اسْتَكْبَرُوْا فَیُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا١ۙ۬ وَّ لَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّ لَا نَصِیْرًا۝۱۷۳
بیا چې کومو کسانو ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، نو پوره به ورکړی هغوی ته دَ هغوی ثواب اؤ زیاتی به وکړی پهٔ خپل فضل ، اؤ چا چې شرم وکړو اؤ کبر ېٔ وکړو نو هغوی ته به ورکړی دردناک عذاب ، اؤ نهٔ به مومی ځان دپاره دَ الله نه سوا بل څوک ملګرے اؤ نهٔ مددګار ف۲۳۵
ف۲۳۵: یعنی چا ته چې دَ الله پهٔ بندګیٔ شرم ورځی اؤ کبر کوی ، نو دوی به یوه ورځ دَ الله پهٔ دربار کښې ټول راجمع کؤلے شی اؤ تپوس به ترې کیږی۔ نو چا چې نیک کارونه کړی وی اؤ دَ الله دَ بندګیٔ احکام ېٔ پوره کړی وی هغوی ته به الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل لوئی لوئی نعمتونه ورکړی ، اؤ چا چې نافرمانی کړی وی هغه به پهٔ عذاب کښې ګیر وی اؤ هېڅوک خیر خواه اؤ مددګار به ېٔ نهٔ وی۔
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمْ بُرْهَانٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ نُوْرًا مُّبِیْنًا۝۱۷۴
اے خلقو! تاسو ته ورسېدو دلیل ستاسو دَ رب دَ طرف نه اؤ نازل مو کړو تاسو ته نُور واضح ۔
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَ اعْتَصَمُوْا بِهٖ فَسَیُدْخِلُهُمْ فِیْ رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَ فَضْلٍ١ۙ وَّ یَهْدِیْهِمْ اِلَیْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًاؕ۝۱۷۵
نو کومو کسانو چې ایمان راؤړو پهٔ الله ، اؤ هغه ېٔ کلک ونیوو ، نو هغوی به داخل کړی پهٔ خپل رحمت کښې اؤ فضل کښې اؤ وبه ېٔ رسوی خپل ځان ته پهٔ نېغه لار،ف۲۳۶
ف۲۳۶: دَ شروع نه دَ الله دَ وحې اؤ خصوصًا دَ قرآن کریم دَ لوییٔ اؤ حق والی بیان اؤ دَ دې دَ تابعداریٔ تاکید وهٔ۔ پهٔ دې ضمن کښې دَ حضرت مسیحؑ دَ خداییٔ اؤ دَ خدائې دَ ځوئی والی دَ دعوې ذکر راغلو کومه چې دَ عیسایانو دعوه وه اؤ دَ دې تردید وشو۔ اوس پهٔ آخر کښې بیا دَ هغې اصلی اؤ ضروری خبرې تاکید کیږی۔ چې اے خلقو تاسو ته دَ خپل رب دَ طرف نه کامل دلیل اؤ دَ هدایت رڼا را ورسېده یعنی قرآن مجید۔ نو اوس پهٔ دې کښې دَ زړهٔ وهلو اؤ تردّد کؤلو څهٔ ګنجائش نشته پهٔ دې ایمان راؤړیٔ۔ نو چا چې پهٔ دې پاک کتاب ایمان راؤړو اؤ دَ دې پهٔ احکامو ېٔ پهٔ سختیٔ سره عمل وکړو۔ دا کتاب ېٔ ټینګ ونیوهٔ نو هغوی به دَ الله تعالیٰ پهٔ فضل اؤ رحمت کښې داخل شی اؤ نېغ به دَ الله دربار ته ورسی۔ اؤ چا چې دَ دې نه نکار وکړو هغه ګمراه اؤ تباه و برباد شو۔
یَسْتَفْتُوْنَكَ١ؕ قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِی الْكَلٰلَةِ١ؕ اِنِ امْرُؤٌا هَلَكَ لَیْسَ لَهٗ وَلَدٌ وَّ لَهٗۤ اُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ١ۚ وَ هُوَ یَرِثُهَاۤ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهَا وَلَدٌ١ؕ فَاِنْ كَانَتَا اثْنَتَیْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثٰنِ مِمَّا تَرَكَ١ؕ وَ اِنْ كَانُوْۤا اِخْوَةً رِّجَالًا وَّ نِسَآءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ١ؕ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اَنْ تَضِلُّوْا١ؕ وَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۠۝
حکم پوښتی ستا نه ، تهٔ ورته ووایه چې الله حکم ښئی تاسو ته دَ کلاله۔ ف۲۳۷ کهٔ یو سړے مړ شی اؤ دَ هغهٔ ځوئے نهٔ وی اؤ دَ هغهٔ یوه خور وی ، نو هغې ته به رسی نیمه دَ هغه مال چې هغهٔ پریښې وی ، ف۲۳۸ اؤ هغه ورور وارث دے دَ خور کهٔ دَ هغې ځوئے نهٔ وی، ف۲۳۹ بیا کهٔ خوېندے دوه وی نو هغوی ته به رسی دوه دریمې دَ هغهٔ دَ پریښی مال نه ، ف۲۴۰ اؤ کهٔ ګڼ کسان وی دَ دې رشتې څهٔ سړی اؤ څهٔ ښځې ، نو دَ یو سړی برخه برابر ده دَ دوو(۲) ښځو۔ ف۲۴۱ بیانوی الله ستاسو دپاره چې ګمراه نه شیٔ ، ف۲۴۲ اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے۔ ف۲۴۳
ف۲۳۷: دَ دې سورت پهٔ شروع کښې هم دَ کلاله دَ میراث ذکر شوے دے۔ ځنو اصحابو دَ دې مسئلې متعلق پوره تفصیل پوښتلو چې ښهٔ ځان پوهه کړی نو دا آیت نازل شو۔ دَ کلاله لفظی معنٰی ده کمزرورے اؤ ضعیف۔ دلته ترېنه هغه سړے مراد دے چې دَ هغهٔ پهٔ وارثانو کښې پلار اؤ اولاد نهٔ وی۔ ځکه چې اصلی وارثان پلار اؤ اولاد دی۔ دَ چا چې دا نهٔ وی دَ هغهٔ حقیقی ورور اؤ خور ته دَ اولاد حکم ورکؤلے شی۔ اؤ کهٔ حقیقی ېٔ نهٔ وی نو بیا دَ هغهٔ میرنو هم دغه حکم دے کوم چې ورسره پهٔ پلار کښې شریک وی۔ یعنی پلار ېٔ یو وی مور ېٔ بیله وی۔ کهٔ دَ داسې سړی وارثه یوه خور وی نو نیمه ترکه به دَ هغې وی اؤ کهٔ دوه خویاندې وی نو پهٔ دریٔو کښې دوه برخې به دَ هغوی وی۔ اؤ کهٔ وارثانو کښې روڼا خویادې دواړه وی نو دَ ورور برخه به دَ دوو خویاندو برابره وی۔ اؤ کهٔ دَ مړی وارثان صرف روڼا وی نو هغوی به ټول مال اخلی یعنی دَ هغوی مقرره حصه نشته ځکه چې وروڼه عصبه وی۔ دا ټول تفصیل پهٔ وروستو آیت کښې راغلے دے۔ اؤ کهٔ دَ سړی حقیقی وروڼه یا پلار شریک میرنی نهٔ وی صرف مور شریک میرنی ېٔ وی چې اخیافی ورته وائی دَ هغوی حکم دَ سورت پهٔ شروع کښې راغلے دے۔ دَ هغوی برخه مقرره ده۔ (دَ اخیافی ورور اؤ خور حصه سره برابره ده۔ کهٔ ورور یا خور وی نو دَ میراث شپږمه برخه به اخلی اؤ کهٔ دَ یو نه زیات وی نو ټول به دَ میراث پهٔ دریٔمه برخه کښې برابر شریک وی)
ف۲۳۸: یعنی کهٔ یو سړے مړ شو اؤ دَ هغهٔ نهٔ پلار وهٔ ، نهٔ اولاد صرف یوه خور ېٔ وه نو هغه خور به ېٔ نیمه ترکه اخلی۔
ف۲۳۹: اؤ کهٔ یوه ښځه مړه شوه اؤ دَ هغې اولاد نهٔ وهٔ اؤ یو ورور ېٔ وهٔ حقیقی یا پلار شریک نو هغه ورور به ېٔ دَ ټولې ترکې حقدار وی ځکه چې ورور عصبه دے۔ اؤ کهٔ دَ ښځې ځوئے وهٔ نو بیا ېٔ ورور ته پهٔ میراث کښې هېڅ نهٔ رسی۔ اؤ کهٔ ځوئے ېٔ نهٔ وهٔ لور ترېنه پاتې وه اؤ یو ورور ، نو دَ لور دَ حصې نه چې څهٔ زیات شی هغه به ېٔ ورور ته رسی۔ اؤ کهٔ اخیافی ورور یا خور ېٔ پاتی وو نو دَ هغهٔ پهٔ ترکه کښې شپږمه برخه ده۔ څنګه چې دَ دې سورت پهٔ شروع کښې بیان شوے ده۔
ف۲۴۰: اؤ کهٔ دَ دوؤ نه زیاتې خویاندې وې نو هغو ته به دَ ترکې پهٔ دریو برخو کښې دوه برخې ورکؤلے شی۔
ف۲۴۱: اؤ کهٔ وروڼه خویاندې ګډوډ وو۔ نو دَ ورور برخه به دَ خور نه دوچنده وی۔ دوه خویاندې به دَ یو ورور برابر حصه اخلی۔ څنګه چې دَ اولاد حکم دے۔
ف۲۴۲: یعنی الله تعالیٰ رحیم و کریم محض دَ بندګانو دَ هدایت دپاره خپل حق حکمونه واضح واضح بیانوی چې خلق دَ ګمراهیٔ نه بچ شی لکه څنګه چې دلته دَ کلاله میراث پهٔ تفصیل سره بیان شو۔ الله تعالیٰ غنی بې پرواه دے۔ دَ هغهٔ خپل څهٔ غرض پهٔ دې احکامو بیانؤلو کښې نشته۔ صرف دَ بندګانو هدایت ېٔ مطلب دے۔ نو اوس چې څوک دَ الله تعالیٰ دَ دې رحم اؤ مهربانیٔ قدر نهٔ کوی اؤ پهٔ دې احکامو دَ عمل کؤلو نه انکار کوی هغه به ډېر بدبخت وی۔ دَ دې نه معلومه شوه چې تابعداری دَ ټولو احکامو فرض ده۔ کهٔ دَ یو معمولی حکم هم چا خلاف وکړهٔ نو ګمراه شو۔ نو بیا څوک چې دَ الله تعالیٰ پهٔ پاک ذات اؤ صفاتو کښې دَ هغهٔ دَ حکم نه خلاف کوی اؤ دَ هغهٔ دَ حکم پهٔ مقابله کښې خپل عقل اؤ خواهشات خپل رهنما کوی ، دَ هغوی دَ ګمراهیٔ اؤ خباثت څهٔ اندازه لګېدے شی؟
ف۲۴۳: دَ دې نه مخکښې وئیلی شوی وو چې الله تعالیٰ دَ خپلو بندګانو هدایت خوښوی۔ اوس ېٔ وفرمائیل چې الله تعالیٰ ته هر څهٔ معلوم دی نو مطلب دا شو چې دَ دین پهٔ مسئلو کښې څهٔ ضرورت وی نو تپوس کویٔ۔
اصحابوؓ چې دَ کلاله پهٔ مسئله کښې تپوس کړے وهٔ دې آیت کښې هغوی ته ډاډګیرنه ورکړې شوه چې آیٔنده دپاره هم دَ دین پهٔ خبرو کښې دَ ځان پوهه کؤلو دپاره تپوس کویٔ۔ اؤ پهٔ دې کښې دې خبرې ته اشاره وشوه چې الله تعالیٰ ته هر څهٔ معلوم دی اؤ تاسو ته نهٔ دی معلوم۔ نو پهٔ دې مسئله کښې یا دَ وراثت پهٔ نورو مسئلو کښې چې الله تعالیٰ کومې حصې وارثانو ته مقرر کړی دی دَ هغې اصل حقیقت الله ته معلوم دے۔ تاسو پرې نهٔ پوهېږیٔ۔ بیا دَ بنیادم عقل دَ دې قابل چرته دے چې دَ هغې پهٔ اعتماد څوک دَ الله تعالیٰ پهٔ پاک ذات اؤ صفاتو کښې دَ وحې سره اختلاف وکړی۔ څوک چې پهٔ خپلو تعلقاتو اؤ دَ خپلو خپلوانو پهٔ درجاتو کښې فرق نهٔ شی کؤلے هغه دَ الله تعالیٰ پهٔ ذاتِ پاک اؤ صفاتو باندې بغېر دَ وحې دَ ښودنې نه څهٔ پوهېدے شی۔
فائده: دلته دَ کلاله دَ حکم اؤ دَ هغې دَ شانِ نزول نه څو خبرې نورې هم معلومې شوې۔
(۱)۔اول دا چې څنګه فَاِنْ تَکْفُرُوْا فَاِنَّ لِلہِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ فرمائیلو نه پس دَ مثال پهٔ طور دَ اهلِ کتابو حال ذکر شو۔ دغسې فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللہِ وَعْتَصَمُوْا بِہٖ (الآیة) نه پس دَ مثال پهٔ طور دَ اصحابِ کراموؓ ذکر وشو چې دَ وحیېنه دَ انکار کوونکیو ګمراهی اؤ دَ وحې دَ تابعداریٔ کووونکیو حقانیت اؤ خوبی ښهٔ څرګنده شی۔
(۲)دویمه دا خبره څرګنده شوه چې اهلِ کتابو خو دا غضب کړے وهٔ چې دَ الله دَ ذات سره ېٔ شریک جوړ کړے وهٔ اؤ هغهٔ ته ېٔ اولاد پیدا کړے وهٔ۔ اؤ پهٔ دې طریقه ېٔ دَ وحې منلو نه صفا انکار کړے وهٔ۔ دَ دې پهٔ مقابله کښې دَ حضور اکرمﷺ دَ اصحابوؓ دا طریقه وه چې دَ ایمان پهٔ اصولو اؤ عباداتو کښې خو پرېږده چې دَ معاملاتو پهٔ وړه وړه کښې به هم هغوی دَ وحې دَ حکم پهٔ انتظار کښې وو۔ اؤ کهٔ پهٔ کومه خبره به پوره پوهه نهٔ شو نو بیا بیا به ېٔ تپوس کؤلو۔ اؤ پهٔ هره خبره کښې به ېٔ دَ حضور اکرمﷺ حکم ته انتظار وهٔ۔ خپل عقل اؤ خواهش ېٔ حاکم نهٔ ګڼلو۔ اؤ حضور اکرمﷺ به هم دَ ځان نه جواب نهٔ ورکؤلو۔ کهٔ پهٔ یو کار کښې به دَ مخکښې نه څهٔ حکم نهٔ وهٔ نازل شوے نو دَ وحې انتظار به ېٔ کؤلو۔ دَ دې نه صفا معلومه شوه چې دَ الله تعالیٰ وحدہٗ لا شریک لہٗ نه بغېر بل حاکم نشته۔ لکه دَ آیت اِنِ الْحُکْمُ اِلَّا لِلہِ اؤ داسې نورو آیتونو نه چې معلومیږی۔ دَ الله نه سوا نور څوک چې دی ټول صرف واسطې دی چې دَ دوی پهٔ ذریعه دَ الله حکم بندګانو ته رسی۔ البته دومره فرق دے چې ځنې واسطه قریب وی اؤ ځنې لرې لکه دَ یو بادشاه سره وزیران اؤ اعلیٰ حاکمان اؤ بیا دغسې درجه پهٔ درجه واسطه لرې کیږی۔ نو بیا دَ دې نه غټه ګمراهی به څهٔ وی چې څوک دَ وحې پهٔ مقابله کښې پهٔ خپل عقل اعتماد کوی یا دَ بل چا ګمراه خبره آوری اؤ پهٔ هغې عمل کوی۔
(۳)دریم پهٔ دې آیت کښې دې طرف ته اشاره ده چې پهٔ یو ځائې ټول کتاب نازلېدو کښې څنګه چې دوی مطالبه کوی۔ دومره فائده نشته څنګه چې دَ ضرورت مطابق وخت پهٔ وخت نازلېدو کښې ده۔ ځکه چې هر څوک دَ خپل ضرورت مطابق سوال کؤلے شی اؤ دَ وحې پهٔ ذریعه دَ هغې پوره پوره جواب ورکېدے شی۔ لکه څنګه چې دلته یا دَ قرآن شریف پهٔ نورو ډېرو ځایونو کښې ورکړې شوے دے۔ اؤ پهٔ دې طریقه کښې دَ فائدې نه علاوه دَ اُمت دپاره یو لوئے عزّت اؤ شرافت هم دے۔ دَ کوم صحابیؓ پهٔ خیر خواهیٔ یا دَ کوم صحابیؓ دَ سوال پهٔ جواب کښې چې آیتونه نازل شوی دی هغه دَ هغهٔ پهٔ مناقبو کښې شمېرلې شی ا ؤ دَ اختلاف رائے پهٔ وخت کښې چې دَ چا دَ رائے مطابق وحې نازله شوے وی نو هغه ترقیامته دَ هغهٔ دَ نیک نامیٔ اؤ عزّت سبب ګرځېدلے ده۔ نو دَ کلاله دَ سوال جواب ورکؤلو نه پس پهٔ دې آیت کښې دَ نورو سوالونو جوابونو طرف ته اشاره وشوه۔ اؤ شاید چې پهٔ دې غرض سوال مطلق پریښې شوے دے۔ دَ څهٔ شی تپوس چې کؤلے شی هغه ېٔ پهٔ تپوس کښې نهٔ دے څرګند کړے بلکې پهٔ جواب کښې ېٔ دَ هغې وضاحت کړے دے۔ چې دَ دې نظیر پهٔ قرآن کښې بل ځائې نشته۔ اؤ بل دا چې جواب ېٔ الله تعالیٰ طرف ته منسوب کړے دے۔ خالصه دا ده چې دَ ټولو احکامو دپاره وحې الٰهی اصل شے دے اؤ هدایت دَ وحې پهٔ تابعداریٔ موقوف دے۔ اؤ ګمراهی دَ وحی پهٔ مخالفت پورې تړلې ده۔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې دَ یهودو منافقانو اؤ مشرکانو دَ ګمراهیٔ اصل وجه دَ وحې مخالفت وهٔ۔ نو ځکه الله تعالیٰ پهٔ خپل کلام کښې ځائې پهٔ ځائې دَ وحې دَ اتباع ډېر تاکید کړے دے۔ اؤ دَ دې دَ مخالفت خرابی ېٔ څرګنده کړے ده۔ اؤ خاص پهٔ دې موقع خو سالمې دوه رکوع پهٔ دغه مضمون کښې نازلې شوی دی۔ شاید چې پهٔ دې وجه اما بخاریؒ پهٔ خپل کتاب کښې دَ باب ”کیف کان بدء الوحی الی رسول اللهﷺ“ پهٔ ترجمة الباب کښې آیت اِنَّاۤ اَوْ حَیْنَاۤ اِلَیْکَ کَمَاۤ اَوْ حَیْنَاۤ اِلٰی نُوْحٍ (الآیة) راؤړے وے اؤ دې دواړو رکوعو ته ېٔ اشاره کړے ده۔ چې دَ دې نه دَ وحې حقیقت ښهٔ څرګندیږی۔
سُوْرَۃُ الْمَآئِدَۃِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ ہِیَ مِائَۃٌ وَّ عِشْرُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتَّۃَ عَشَرَ رُکُوْعًا
سورهٔ مائده مدینه کښې نازل شوے دے اؤ پهٔ دې کښې یو سل اؤ شل آیتونه اؤ شپاړس رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربان ډېر رحم کؤنکے دے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَوْفُوْا بِالْعُقُوْدِ١ؕ۬ اُحِلَّتْ لَكُمْ بَهِیْمَةُ الْاَنْعَامِ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ غَیْرَ مُحِلِّی الصَّیْدِ وَ اَنْتُمْ حُرُمٌ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَحْكُمُ مَا یُرِیْدُ۝۱
اے ایماندارو! پوره کړیٔ وعده ف۱ حلال دی ستاسو دپاره څاروی ف۲ بې دَ هغه نه چې تاسو ته به مخکښې وښیٔلې شی، ف۳ مګر حلال مهٔ ګڼیٔ ښکار کؤل دَ احرام پهٔ حالت کښې ف۴ بې شکه الله حکم کوی څهٔ چې غواړی ف۵
ف۱: ایمان شرعی دَ دوؤ څیزونو نوم دے۔ صحیح معرفت اؤ دَ الله تعالیٰ تابعداری۔ یعنی دَ الله اؤ دَ رسولﷺ ارشادات صحیح اؤ رښتونی منل اؤ دَ هغې دَ قبلؤلو اؤ عمل دپاره پهٔ اخلاص سره تیارېدل۔ دَ دې دویم خبر پهٔ لحاظ سره ایمان پهٔ حقیقت کښې دَ شریعت دَ تمامو قوانینو منلو اؤ دَ الله دَ تمامو احکامو منلو اؤ دَ هغې دَ حقونو پوره پوره ادا کؤلو مضبوط اقرار اؤ عهد دے۔ ګویا چې دَ الله تعالیٰ دَ رب منلو اقرار چې دَ عهد اَلَسْتُ پهٔ سلسله کښې اخستې شوے وهٔ چې دَ هغې څرګند اثر دَ بنیادم پهٔه فطرت کښې تر اوسه موجود دے۔ هم دَ هغې تجدید پهٔ ایمان شرعی سره کیږی۔ بیا پهٔ ایمان شرعی کښې چې اجمالًا دَ کومو څیزونو اقرار وهٔ دَ هغې پوره تفصیل پهٔ قرآن اؤ سنّت کښې ښیٔلې شوے دے۔ پهٔ دې شکل کښې دَ ایمان دَ دعوې مطلب دا شو چې بنده (دَ شریعت دَ ټولو احکامو خواه دَ هغې تعلق دَ الله سره وی کهٔ دَ بنیادمو سره۔ جسمانی تربیت وی یا روحانی اصلاح۔ دَ دنیا دَ فائدې کار وی کهٔ دَ آخرت دَ نجات۔ شخصی ژوند سره تعلق لری ، کهٔ اجتماعی ژوند سره ، صلح وی کهٔ جنګ وی) دا اقرار کوی چې پهٔ هر حالت کښې به دَ حقیقی مالک وفادار وی۔ رسول کریمﷺ به دَ اصحابوؓ نه دَ اسلام ، جهاد تابعداریٔ اؤ نورو نیکو کارونو پهٔ حق کښې دَ بیعت پهٔ شکل کومه وعده اخسته ، هغه هم دَ دغې ایمانی عهد یو تفصیلی شکل وهٔ۔ اؤ دَ ایمان پهٔ ضمن کښې بنده ته دَ الله تعالیٰ دَ جلال اؤ طاقت اؤ قدرت صحیح معرفت وشی۔ اؤ دَ هغهٔ دَ شانِ انصاف اؤ انتقام اؤ دَ وعدو پهٔ رښتینوالی ېٔ پوره پوره یقین راشی۔ نو دَ هغې نتیجه دا ده چې بنیادم دَ بد عهدیٔ اؤ بې وفاییٔ دَ خرابې نتیجې نه وویریږی اؤ خپلې ټولې وعدې کومې چې ېٔ دَ الله سره یا بندګانو سره کړی وی ، هغه پهٔ داسې طریقه پوره کوی چې دَ مالکِ حقیقی سره دَ بې وفاییٔ څهٔ بویٔ پکښې رانهٔ شی۔
پهٔ دې تقریر باندې دَ عقود (وعدو) پهٔ تفسیر کښې چې کوم مختلف اقوال دَ سلفو نه نقل شوی دی دَ هغې ټولو تطبیق کیږی اؤ پهٔ آیت کښې دَ ایماندارو لفظ سره پهٔ خطاب کؤلو اصلی لطف پیدا شی۔
ف۲: پهٔ سورتِ نسآء کښې تیر شوی دی چې یهودو باندې دَ خپل ظلم اؤ بد عهدو پهٔ وجه ځنې پاک څیزونه حرام کړی شوی وو۔ دَ دې څیزونو تفصیل پهٔ سورتِ انعام کښې راغلے دے۔ اسلامی اُمت ته دَ وعدې پوره کؤلو دَ هدایت سره سره دَ دې څیزونو نه دَ فائدې اخستو اجازت ورکړې شوے دے۔ یعنی اوښ ، غوا ، ګډ ، بیزه اؤ دا قسم نور پهٔ کورونو کښې دَ ساتلو څاروی اؤ نور دَ دې قسم نه ځنګلی څاروی هم لکه هوسۍ ، نیل ګائے وغېره حلال کړې شو۔ سوا دَ هغه څاروو نه دَ کومو متعلق چې الله تعالیٰ پهٔ قرآن کښې یا نبی کریمﷺ پهٔ احادیثو کښې زمونږ دَ جسمانی یا روحانی یا اخلاقی مصلحت دپاره ممانعت کړے وی۔
ف۳: غالبًا دَ دې نه مراد دغه څیزونه دی کوم چې دَ دې سورت پهٔ دریٔمه رکوع کښې بیان شوی دی۔ حُرِّمَتْ عَلَیْکُمُ الْمَیْتَۃُ ۔ (الآیة)
ف۴: دَ احرام پهٔ حالت کښې دَ خُشکے ښکار منع دے۔ دَ ابو دَ ښکار اجازت دے۔ اؤ کله چې دَ احرام پهٔ حالت کښې ښکار منع دے نو دَ حرم شریف عزّت خو دَ دې نه زیات پکار دے۔ یعنی دَ حرم دَ مرغو یا څاروو ښکار دَ احرام پهٔ حالت کښې اؤ بغېر دَ احرام نه هم پهٔ هر وخت کښې دَ ټولو دپاره منع دے۔ څنګه چې دَ لَا تَحِلُّوْا شَعَائِرَ اللہِ دَ الفاظو دَ عام والی نه معلومیږی۔
ف۵: کوم الله چې تمام مخلوق پیدا کړو ، بیا ېٔ پهٔ خپل کامل حکمت هغوی کښې دَ مرتبو فرق مقرر کړو اؤ هرې یوې نوعې ته ېٔ دَ هغوی دَ استعداد موافق جُدا جُدا فطری خواص اؤ جُدا جُدا طاقتونه ورکړل۔ دَ ژوند اؤ مرګ لارې ېٔ ورته مقرر کړې۔ بېشکه هغه الله ته دا حق حاصل دے چې دَ خپل کامل اختیار اؤ بې انتها علم اؤ حکمت پهٔ تقاضا پهٔ خپل مخلوق پهٔ کوم حالت کوم شے حلالوی یا ېٔ حراموی۔ دَ هغهٔ نه دَ څهٔ تپوس نهٔ شی کېدے لَا یُسْئَلُ عَمَّا یَفْعَلُ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُحِلُّوْا شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ وَ لَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَ لَا الْهَدْیَ وَ لَا الْقَلَآىِٕدَ وَ لَاۤ آٰمِّیْنَ الْبَیْتَ الْحَرَامَ یَبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ رِضْوَانًا١ؕ وَ اِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوْا١ؕ وَ لَا یَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ اَنْ صَدُّوْكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اَنْ تَعْتَدُوْا١ۘ وَ تَعَاوَنُوْا عَلَی الْبِرِّ وَ التَّقْوٰی١۪ وَ لَا تَعَاوَنُوْا عَلَی الْاِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ١۪ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۲
اے ایماندارو بې حرمتی هٔ کویٔ دَ الله دَ نخښو، ف۶ اؤ نهٔ دَ عزت دَ میاشتو، ف۷ اؤ نهٔ دَ هغه څاروی چې دَ بیت الله نذر وی اؤ نهٔ دَ هغه څارویف۸ چې پهٔ غاړه ېٔ پټه بیت الله ته روان کړے وی اؤ نهٔ دَ هغه کسانو چې راروان وی بیت الحرام ته چې تلاش کوی دَ خپل رب دَ فضل اؤ دَ رضا۔ ف۹ اؤ کله چې تاسو دَ احرام نه وځیٔ نو بیا ښکار کویٔ ،ف۱۰ اؤ تیار دې نهٔ کړی تاسو دَ هغه قوم دشمنی چې تاسو ېٔ دَ مسجدِ حرام نه منع کولیٔ ، دې کار ته چې تاسو زیاتې وکړیٔ ، ف۱۱ اؤ دَ نیکیٔ اؤ پرهیزګاریٔ پهٔ کارونو کښې یو بل سره امداد کویٔ ، اؤ دَ هېچا ملګرتیا مهٔ کویٔ دَ ګناه اؤ ظلم پهٔ کارونو کښې، ف۱۲ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ ، بې شکه دَ الله عذاب ډېر سخت دے۔ ف۱۳
ف۶: یعنی کوم څیزونه چې دَ الله تعالیٰ دَ معبودیت اؤ دَ هغهٔ دَ عظمت نښانې اؤ علامې دی دَ هغې څیزونو بې حرمتی مهٔ کویٔ۔ پهٔ دې څیزونو کښې دَ بیت الله شریف حرم ، صفا اؤ مروه غونډۍ ، جمرات ، هدی ، احرام ، جماتونه ، آسمانی کتابونه اؤ ټول شرعی حدود اؤ فرائض اؤ دَ دین احکام شامل دی۔ مخکښې دَ مخصوصو نښانو کوم چې دَ حج دَ مناسکو سره تعلق لری ذکر کیږی څنګه چې مخکښې آیت کښې دَ احرام ځنی احکام ذکر شوی دی۔
ف۷: دَ عزّت میاشتې څلور دی۔ مِنْہَا اَرْبَعَۃٌ حُرُمْ ۔ ذی القعده ، ذی الحجه ، محرم الحرام اؤ رجب المجرب۔ دَ دې عزّت دا دے چې پهٔ دې کښې عبادت ایات وشی اؤ دَ شر اؤ فساد نه ځان وساتی۔ خصوصًا حاجیانو ته تکلیف ورکؤلو نه۔ اؤ دَ حج نه منع کؤلو نه ځان ساتل ضروری دی۔ اګرچې دا کارونه کال دولس(۱۲) میاشتې واجب دی۔ خو پهٔ دې میاشتو کښې ېٔ خاص خیال ساتل پکار دی۔ باقی دَ اسلام دَ دښمنانو پهٔ مقابله کښې دَ جنګ تیارے یا حمله۔ نو ابن جریرؓ پهٔ دې اجماع نقل کړے ده۔ پهٔ دې میاشتو کښې دَ دې مخالفت نشته لکه وروستو چې پهٔ سورتِ توبه کښې دَ به راشی۔
ف۸: قلائد دَ قلاده جمع ده۔ مطلب ترېنه هغه هار یا پټۍ ده کومه چې به دَ قربانیٔ څاروی ته غاړه کښې دَ نخښې دپاره اچؤلے شوه چې خلق ېٔ وپېژنی چې دا دَ هدِی (قربانیٔ) څاروے دے اؤ څهٔ چیړ ورسره نهٔ کوی۔ قرآن کریم دَ دې عزّت بحال وساتلو اؤ دَ هدِی (قربانیٔ) دَ څاروی سره چیړنه ېٔ منع وکړه۔
ف۹: پهٔ ظاهره دَ دې نه مراد مسلمانان دی۔ یعنی کوم مخلص مسلمانان چې حج اؤ عمرې دپاره روان وی نو دَ هغوی عزّت اؤ احترام کویٔ اؤ پهٔ سفر کښې ورته مشکلات مهٔ پیدا کویٔ اؤ کوم مشرکان چې دَ بیت الله شریف حج ته تلل کهٔ هغه هم دَ دې آیت پهٔ عموم کښې شامل وی (ځکه چې هغوی هم دَ خپل خیال اؤ عقیدې مطابق دَ الله تعالیٰ دَ رضا دپاره حج کؤلو) نو بیا دا وئیلے شی چې دا آیت وړومبے نازل شوے دے اؤ آیت اِنَّمَا الْمُشْرِکُوْنَ نَجَسٌ فَلَا یَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِہِمْ ہٰذَا وروستے دے۔
ف۱۰: یعنی دَ احرام پهٔ حالت کښې چې دَ ښکار ممنانعت وهٔ نو دَ احرام ختمېدو نه پس ورته اوس اجازت دے کهٔ دَ چا خوښه وی ښکار کؤلے شی۔ (خو دَ حرم شریف دَ حد نه بهر)
ف۱۱: پهٔ مخکښینی آیت کښې چې الله تعالیٰ دَ کومو شعائرو عظمت ښکاره کړے وهٔ۔ په سن ۶هجری کښې مشرکانو دَ هغې اهانت وکړو۔ اؤ دَ هغې دَ احترام ېٔ هېڅ خیال ونهٔ ساتلو۔ نبی کریمﷺ یو نیم زر اصحابو سره دَ ذی القعدې پهٔ میاشت کښې دَ عمرې پهٔ نیت دَ مدینې منّورې نه مکّې معظّمې روان شوے وهٔ۔ چې حدیبیه مقام ته ورسېدو نو مشرکانو دَ مخکښې تلو نه منع کړل۔ نهٔ ېٔ دَ هغوی دَ احرام عزّت وساتلو ، نهٔ دَ کعبې شریفې اؤ نهٔ ېٔ دَ احترام والا میاشتې څهٔ خیال وساتلو۔ مسلمانان دَ شعائر الله پهٔ دې توهین څومره چې پهٔ قهر شوے وې اؤ دَ دې پهٔ بدل اخستو کښې چې ېٔ څومره غصه ښکاره کړے وې حق بجانب وو۔ لېکن اسلام کښې محبّت اؤ دښمنی دواړه دَ یو حد دننه دی۔ قرآن کریم دَ داسې ظالمانو اؤ وحشیانو پهٔ مقابله کښې هم مسلمانانو ته خپل جذبات قابو کښې دَ ساتلو حکم ورکوی۔
بنیادم اکثر پهٔ ډېره مینه اؤ ډیره دښمنیٔ کښې دَ حد نه زیاتے کوی ځکه الله تعالیٰ فرمائی چې سخته دښمنی دې تاسو دې ته تیار نهٔ کړی چې پهٔ چا زیاتے وکړیٔ اؤ عدل اؤ انصاف پرېږدیٔ۔ نه۔ مسلمان ته پکار دی چې دَ سختې دښمنیٔ پهٔ وخت کښې هم دَ انصاف اؤ عدل پابند وی۔
ف۱۲: کهٔ بالفرض څوک دَ بدل اخستو پهٔ جوش کښې دَ حد نه زیاتے کوی نو دَ هغې دَ منع کؤلو طریقه دا ده چې نور مسلمانان دې ورسره پهٔ دې کار کښې ملګرتیا نهٔ کوی۔ بلکې ټول دې دَ نیکیٔ اؤ پرهېزګاریٔ اظهار وکړی۔ اؤ دغه کسان دې دَ زیاتیٔ نه منع کړی۔
ف۱۳: یعنی دَ حق پرستیٔ اؤ عدل و انصاف بنیاد دَ الله ویره ده۔ کهٔ چا دَ الله تعالیٰ دَ ویرې پهٔ نیکیٔ کښې دَ یو بل سره امداد اؤ پهٔ بدیٔ کښې ترکِ تعاون ونهٔ کړو نو دَ عام عذاب خطره ده۔
حُرِّمَتْ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِیْرِ وَ مَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ وَ الْمُنْخَنِقَةُ وَ الْمَوْقُوْذَةُ وَ الْمُتَرَدِّیَةُ وَ النَّطِیْحَةُ وَ مَاۤ اَكَلَ السَّبُعُ اِلَّا مَا ذَكَّیْتُمْ١۫ وَ مَا ذُبِحَ عَلَی النُّصُبِ وَ اَنْ تَسْتَقْسِمُوْا بِالْاَزْلَامِ١ؕ ذٰلِكُمْ فِسْقٌ١ؕ اَلْیَوْمَ یَىِٕسَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ دِیْنِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَ اخْشَوْنِ١ؕ اَلْیَوْمَ اَكْمَلْتُ لَكُمْ دِیْنَكُمْ وَ اَتْمَمْتُ عَلَیْكُمْ نِعْمَتِیْ وَ رَضِیْتُ لَكُمُ الْاِسْلَامَ دِیْنًا١ؕ فَمَنِ اضْطُرَّ فِیْ مَخْمَصَةٍ غَیْرَ مُتَجَانِفٍ لِّاِثْمٍ١ۙ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۳
حرام شو پهٔ تاسو مړ څاروے ف۱۴ اؤ وینه ف۱۵ اؤ دَ خنزیر غوښه ، اؤ هغه څاروے چې نوم پرې واخستې شی دَ بل چا دَ الله نه غېر ، اؤ چې پهٔ مرۍ خفه کېدو مړ شوے وی یا دَ ګوزار نه ، یا دَ بره نه پهٔ راپرېوتو یا پهٔ ښکر وهلې شوے وی اؤ کوم چې درنده مات کړے وی بې دَ هغه نه چې تاسو ېٔ ذبح کړیٔ ، اؤ هغه چې بت خانو کښې حلال شوے وی، ف۱۶ اؤ هغه چې تقسیم وکړیٔ تاسو دَ جواریٔ پهٔ غشیو، ف۱۷ دا دَ ګناه کار دے ، نن نا امیده شو کافران ستاسو دَ دین نه ، نو دَ هغوی نه مهٔ ویرېږیٔ اؤ زما نه ویرېږیٔ، ف۱۸ نن ما پوره کړو ستاسو دپاره دین ستاسو، ف۱۹ اؤ پور مې کړو پهٔ تاسو باندې خپل احسان، ف۲۰ اؤ خوښ مې کړو ستاسو دپاره اسلام دین ف۲۱ بیا چې څوک مجبوره شی پهٔ لوږه کښې خو ګناه ته مائله نهٔ وی ، نو الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۲۲
ف۱۴: پهٔ دې آیت کښې چې دَ کومو څیزونو خوراک حرام کړې شوے دے پهٔ هغې کښې (۱) اول مرداره ده۔ یعنی کوم څاروے چې دَ حلالې قابل وی هغه بې دَ حلالې نه دغسې خپله مړ شی۔ دَ هغهٔ وینه اؤ حرارت غریزی دغسې پهٔ بدن کښې جذب شی چې دَ هغې دَ ګندګیٔ اؤ زهریت نه بنده ته ډېر بدنی اؤ روحانی نقصان رسېدو خطره ده۔ شاید چې دَ مردارې دَ حرمت دغسې سبب څرګندؤلو دپاره ورپسې دَ (۲) وینې دَ حرمت ذکر شوے دے۔ (۳) دَ دې نه پس دَ څاروو دَ یو خاص قسم (خنزیر) دَ حرمت حکم دے۔ چې دا ډېر نجاست خور اؤ بې حیا شے دے۔ ځکه شریعت دا خنزیر هم دَ وینې اؤ مردارې پهٔ شان نجس العین (بالکل پلیت) اؤ حرام ګرځؤلے دے۔ دَ دې دریو(۳) څیزونو دَ ذکر نه پس دَ کوم چې پهٔ خپل ذات کښې نجاست اؤ خباثت دے دَ محرماتو یو بل(۴) قسم بیانؤلے شی چې دې کښې هغه څاروے دَ خپل ذات پهٔ اعتبار سره خو پاک اؤ حلال دے لېکن دَ هغې نسبت دَ خپل مالکِ حقیقی نه غېر بل چا ته شوے دے۔ دَ الله نه بغېر دَ بل چا پهٔ نوم نذر شوے دے۔ دَ دې خوراک هم دَ نیت دَ خباثت اؤ دَ عقیدې دَ خرابیٔ پهٔ وجه حرام شوے دے۔
دَ یو جاندار ساه صرف دَ هغهٔ دَ حقیقی مالک اؤ خالق پهٔ نوم ویستې شی۔ دَ چا پهٔ حکم چې دَ هغه جاندار ژوند اؤ مرګ جاری دے۔ باقی مُنخؔنقه ، موقوؔذه ، متردؔیه اؤ نطیحؔه وغېره۔ ټول دَ مردارې پهٔ حکم کښې دی۔ لکه چې مَا ذُبِحَ عَلَی النُّصُبِ دَ مَآ اُہِلَّ لِغَیْرِ اللہِ سره تړلے دے۔ دَ اسلام نه مخکښې عرب دَ دې ټولو څیزونو دَ خوړو عادت وو۔ ځکه دومره پهٔ تفصیل سره دَ دې ټولو بیان وشو۔
ف۱۵: دَ وینې نه مراد بهیدونکے وینه ده لکه بل آیت کښې چې دی اَوْ دَمًۘا مَّسْفُوْحًا (الانعام ، رکوع ۱۸)
ف۱۶: دَ دې نه لږ مخکښې دَ هدی دَ عزّت کؤلو ذکر راغلے وهٔ۔ یعنی هغه څاروے چې دَ الله دَ رضا دپاره دَ الله دَ ټولو نه وړومبنیٔ عبادت ګاه بیت الله شریف دَ نذر پهٔ طور ذبح کؤلے شی۔ دَ دې پهٔ مقابله کښې هغه څاروے دے چې دَ الله نه غېر دَ بل چا پهٔ نوم نذر شی۔ یا دَ بیت الله نه غېر دَ بل مکان (بت خانې وغېره) دَ عزّت پهٔ خیال ذبح شی۔ پهٔ دې دویٔم شکل کښې کهٔ څوک پهٔ خلهٔ بَسْمِ اللہِ اَللہُ اَکْبَرُ ووائې هم ېٔ نیت دَ غېر الله دَ رضا یا عزّت وی پهٔ دې وجه دَ تشې خلې دَ وېنا څهٔ اعتبار نشته۔ دَ دې تقریر په موجب دَ مَا ذُبِحَ عَلَی النُّصُبِ اؤ مَآ اُہِلَّ لِغَیْرِ اللہِ فرق څرګند شو۔
ف۱۷: ځنې مفسرینو دَ ازلام نه مراد دَ تقسیم غشی اخستی دی ، پهٔ کومو چې به عربو غوښه تقسیمؤله۔ دا هم دَ جواریٔ یو شکل وهٔ۔ لکه نن سبا چې دَ لاټریٔ رواج دے۔ دَ حافظ ابن کثیر اؤ نورو محققانو پهٔ نزد دَ ازلام نه هغه غشی مراد دی پهٔ کومو چې به مشرکانو دَ کار کؤلو اؤ نهٔ کؤلو دپاره فال ویستو۔ دا غشی به دَ بیت الله شریف سره دَ قریشو دَ غټ بُت هُبُؔل پهٔ خوا کښې پراتهٔ وو۔ پهٔ دې کښې به پهٔ ځنو غشیو لیکلی وو ”امرنی ربی“ (ماته رب حکم کړے دے) اؤ پهٔ ځنو به لیکلی وو ”نهانی ربی“ (زهٔ رب منع کړے یم) دغه شان پهٔ هر غشی باندې به ېٔ مختلفې جملې لیکلے وې۔ پهٔ کوم کار کښې چې به څوک ګډ وډ وو ، چې وېٔ کړم کهٔ نه ، اؤ خپله به ېٔ څهٔ فیصله نهٔ شوه کؤلے نو دَ دې غشیو نه به ېٔ یو غشے راپورته کړو۔ کهٔ دَ اَمَرَنِیْ رَبِّیْ غشے به پهٔ لاس ورغلو نو هغه کار به ېٔ وکړو۔ اؤ کهٔ بل به ورغلو نو نهٔ به ېٔ کؤلو۔ ګویا پهٔ دې طریقه هغوی دَ خپل بُت هُبُل نه یو قسم مشوره اؤ امداد اخستو۔ دَ دې رسم بنا خالص پهٔ جهالت ، شرک اؤ وهم پرستیٔ اؤ پهٔ الله دروغ تپلو وه۔ ځکه قرآن کریم کښې ډېر ځایه ترېنه پهٔ سختیٔ سره منع شوے ده۔ دَ دې تقریر پهٔ لحاظ دَ ازلام ذکر دَ نُصُبْ پهٔ مناسبت سره شوے دے۔ اؤ دا ېٔ دَ مردارې ، وینې اؤ خنزیر وغېره ګنده څیزونو پهٔ سلسله کښې دې دپاره ذکر کړے دے چې دَ دې روحانی خباثت اؤ اعتقادی ګندګی دَ دې نورو مردارو نه څهٔ کمه نهٔ ده لکه بل آیت کښې چې ترېنه رِجْسٌ سره تعبیر شوے دے۔
ف۱۸: دا آیت پهٔ هغه وخت کښې نازل شوے دے چې دَ ژوند دَ هرې څانګې اؤ دَ علومو اؤ هدایت دَ هر یو باب متعلق اصول اؤ قواعد داسې تیار شو اؤ دَ فروعو اؤ جزئیاتو بیان داسې تفصیل سره مکمل شو چې مسلمانانو دپاره ترقیامته دَ قانونِ الٰهی نه سوا دَ بل قانون ضرورت پاتې نهٔ شو۔ دَ نبی کریمﷺ پهٔ تربیت دَ زرګونو اصحابوؓ ، جانبازو اؤ سرفروشو هادیانو اؤ معلّمانو یو داسې ډله تیاره شوه چې هغوی ته دَ قرآن کریم مکمّله نمونه وئیلے شوه۔ مکّه معظّمه فتح شوے وه۔ اصحابو کراموؓ پوره وفاداریٔ سره دَ الله سره خپله وعده پوره کړے وه۔ اؤ نهایت بداخلاق اؤ مردار خور قوم مادی اؤ روحانی ترقیٔ اؤ طهارت اؤ پاکیزګیٔ اعلٰی مرتبې ته رسېدلی وو۔ دَ شعائرِ الٰهی احترام دَ هغوی پهٔ زړونو کښې پوخ شوے وهٔ۔ دَ شک اؤ وهم اؤ انصاف اؤ ازلام جالې خورې شوے وې اؤ شیطان دَ جزیرة العرب دَ طرف نه مایوس کړې شوے وهٔ۔ چې بیا به دلته ستا پرستش نهٔ کیږی۔ پهٔ دې حالاتو کښې دا ارشاد وشو اَلْیَوْمَ یَئِسَ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا مِنْ دِیْنِکُمْ فَلَا تَخْشَوْہُمْ وَاخْشَوْنِیْ۔ نن ورځ کفار دَ دې خبرې نه مایوس شوی دی چې تاسو دَ خپل صحیح دین نه واړؤلے شی اؤ بیا مو انصاب اؤ ازلام ته وګرځوی۔ یا دین اسلام مغلوب کړې شی یا دَ دین پهٔ حکمونو کښې څهٔ تبدیلی راوستې شی۔ نن تاسو ته کامل اؤ مکمّل مذهب درکړې شو۔ چې پهٔ دې کښې آیٔنده دپاره دَ ترمیم څهٔ ګنجائش نشته۔ دَ الله پاک احسان اؤ انعام پهٔ تاسو پوره شو۔ اوس دَ دې دَ ضائع کېدو څهٔ امکان نشته۔ الله تعالیٰ همېشه دپاره دغه دینِ اسلام ستاسو دپاره خوښ کړے دے۔ اوس دې نه پس دَ دې دَ منسوخ کېدو اؤ بل دین راتلو څهٔ امکان نشته۔ نو تاسو دَ کفارو نه مهٔ ویرېږیٔ۔ کفار تاسو ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ دَ هغې محسنِ حقیقی دَ خفګان نه ویرېږیٔ دَ چا پهٔ لاس کښې چې ستاسو دنیاوی کامیابی اؤ اخروی نجات اؤ فلاح دے۔ فَلَا تَخْشَوْہُمْ وَاخْشَوْنِیْ کښې دې طرف ته اشاره ده چې څو پورې دَ مسلمانانو زړونه دَ الله تعالیٰ دَ خشیت اؤ تقوٰی نه ډک وی تر هغې ورته دَ کفارو دَ طرف نه هېڅ خطره نشته۔
ف۱۹: یعنی دَ هغې پهٔ خبرونو اؤ قصو کښې پوره رښتینوالے ، پهٔ بیان کښې پوره تاثیر اؤ پهٔ قوانینو اؤ احکامو کښې پوره اعتدال موجود دے۔ کوم حقائق چې پهٔ مخکیښینیو آسمانی کتابونو کښې نامکمل پاتې وهٔ دَ هغې تکمیل پهٔ دې دین قیّم کښې وشو۔ پهٔ قرآن اؤ سنّت کښې چې دَ حلالو اؤ حرامو متعلق تنصیصًا یا تعلیلًا کوم احکام بیان شوی دی دَ هغې نور وضاحت اؤ اظهار خو به همېشه کیږی لېکن پهٔ هغې کښې دَ ترمیم یا زیاتی کمی څهٔ ګنجائش قطعًا نشته۔
ف۲۰: دَ ټولو نه غټ احسان خو ېٔ دغه دے چې مونږ ته ېٔ دَ اسلام غوندې کامل دین اؤ دَ خاتم الانبیاءﷺ غوندې نبی راواستؤلو۔ علاوه دَ دې نه پهٔ دې دین دَ استقامت اؤ دَ الله دَ احکامو دَ تابعداریٔ توفیق ېٔ راکړو۔ دَ روحانی غذا اؤ دنیاوی نعمتونو اَرت دسترخوان ېٔ راته وغوړؤلو۔ دَ قرآن دَ حفاظت ، دَ اسلام دَ غلبې اؤ دَ دنیا دَ اصلاح مسلمان ېٔ راته تیار کړو۔
ف۲۱: یعنی دَ داسې کامل ، مکمّل دین نه پس دَ بل دین انتظار کؤل خالص حماقت اؤ جهل دے۔ دَ اسلام نه بغېر دَ مقبولیت اؤ نجات بله ذریعه نشته۔
تنبیه: دَ دې آیت اَلْیُوْمَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِیْنَکُمْ (الآیة) نازلېدل خپله یو لوئے نعمت دے۔ ځکه دَ یهودو ځنو عالمانو حضرت عمرؓ ته وئیلی وو کهٔ دا آیت پهٔ مونږ نازل شوے وې نو مونږ به دا ورځ یو یادګاری ورځ (عید، اختر) جوړه کړے وه۔ هغویؓ ورته وفرمائیل تاسو ته معلومه نهٔ ده چې دا آیت پهٔ کومه ورځ نازل شوے وهٔ پهٔ هغه ورځ دَ مسلمانانو دوه اخترونه جمع وو۔ دا آیت پهٔ سن ۱۰ هجری کښې دَ حج وداع پهٔ موقع دَ عرفې پهٔ ورځ چې دَ جمعې ورځ وه دَ مازیګر نمانځهٔ پهٔ وخت نازل شوے وهٔ۔ کوم وخت چې دَ حضور اکرمﷺ دَ ناقې نه چاپېره څلوېښتو زرو نه زیات اصحاب کرامؓ جمع وو۔ دَ دې آیت دَ نزول نه صرف یو اتیا(۸۱) ورځې پس حضور اکرمﷺ دَ دې دنیا نه سفر وکړو۔
ف۲۲: یعنی دَ حلال اؤ حرام قانون خو مکمّل شوے دے ، پهٔ هغې کښې څهٔ تبدیلی نهٔ شی کېدے۔ البته څوک چې دَ لوږې نه بې تابه شی هغه دَ حرام څیز پهٔ خوراک هم ځان دَ مرګ نه بچ کؤلے شی۔ پهٔ دې شرط چې دَ ضروری مقدار نه زیاتې ونهٔ کړی۔ اؤ مقصد ېٔ خېټه ډکؤل نهٔ وی ، صرف ځان دَ مرګ نه بچ کوی۔ نو الله تعالیٰ به دا حرام شے خوړل هغهٔ ته پهٔ خپل فضل و کرم معاف کړی۔ یعنی هغه شے خو هم هغسې حرام پاتې شو خو مجبورًا خوړونکی ته الله تعالیٰ دا جُرم معاف کړو۔ دا هم دَ اتمامِ نعمت یوه څانګه ده۔
یَسْـَٔلُوْنَكَ مَا ذَاۤ اُحِلَّ لَهُمْ١ؕ قُلْ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ١ۙ وَ مَا عَلَّمْتُمْ مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِیْنَ تُعَلِّمُوْنَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللّٰهُ١٘ فَكُلُوْا مِمَّاۤ اَمْسَكْنَ عَلَیْكُمْ وَ اذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهِ١۪ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ۝۴
ستا نه تپوس کوی چې دوی دپاره څهٔ شے حلال دے۔ تهٔ ورته ووایه حلال دی تاسو ته پاک څیزونه، ف۲۳ اؤ کومو ښکاری ځناورو ته چې تاسو تعلیم ورکویٔ پهٔ ښکار دَ زغلولو چې ښیٔ هغوی ته څهٔ چې تاسو ته الله ښیٔلی، نو خوریٔ دَ هغه ښکار نه چې نیولے ېٔ وی ستاسو دپاره ، اؤ یاد کړیٔ دَ الله نوم پهٔ هغې باندې۔ ف۲۴ اؤ ویرېږیٔ دَ الله نه ، بې شکه الله زر حساب کؤنکے دے۔ ف۲۵
ف۲۳: پهٔ مخکښینیو آیتونو کښې دَ حرامو څیزونو یو اوږد فهرست ورکړې شوے دے۔ نو طبعی طور دا سوال پیدا کېدو چې ښه دا ټول څیزونه چې حرام دی نو حلال څیزونه کوم دی۔ (دَ هغې فهرست هم پکار دے) دَ هغې جواب ورکړې شو۔ چې حلال څیزونه خو ډېر زیات دی۔ صرف دا یو څو څیزونه چې دې کښې روحانی یا بدنی نقصان وهٔ۔ منع کړې شوی دی۔ باقی دَ دنیا نور پاک څیزونه ټول حلال دی۔ دَ ښکاری ځناورو دَ ښکار متعلق پهٔ خصوصیت سره تپوس شوے وهٔ نو مخکښې آیت کښې دَ هغې پوره تفصیل بیان شو۔
ف۲۴: دَ ښکاری سپی یا باز باخې وغېره ښکار پهٔ دې شرطونو حلال دے۔
۱۔ چې ښکاری ځناور ته پوره تعلیم ورکړې شوے وی۔
۲۔ پهٔ ښکار پسې پریښې شوے وی۔
۳۔ هغهٔ ته پهٔ داسې طریقه تعلیم ورکړې شوے وی څنګه چې پهٔ شریعت کښې معتبر دے۔ یعنی (۱) دا چې هغه داسې عادت کړې شوے وی چې ښکار ونیسی نو خپله ېٔ نهٔ خوری مالک لهٔ ېٔ ساتی۔ (۲) اؤ بل دا چې داسې تعلیم ورکړې شوے وی چې ښکار پسې ېٔ پرېږدی نو چې کله ېٔ مالک ځان ته راوبلی نو ښکار پرېږدی اؤ مالک ته واپس راشی۔
۴۔ ښکار پسې پرېښو پهٔ وخت دَ الله نوم اخستل یعنی بِسْمِ اللہ وئیل ضروری دی۔
دا څلور شرطونه خو خپله پهٔ قرآن کښې څرګند ذکر دی۔
پنځم شرط دَ لفظ جوارح نه امام ابو حنیفهؒ اخستې دے۔ چې دا ښکاری ځناور ښکار داسې زخمی کړی چې وینه ترېنه وبهیږی۔ دَ جوارح ماده ده جرح یعنی زخمی کؤل۔
پهٔ دې پنځو شرطونو کښې کهٔ یو شرط هم فوت شی نو دَ ښکاری ځناور ښکار کړے شے حرام دے ، حلال نهٔ دے۔ البته کهٔ هغه مړ نهٔ وی۔ چې ښکاری ور رسی ژوندې وی اؤ هغه ېٔ ذبخ کړی نو دَ مَآ اَکَلَ السَّبُعُ اِلَّا مَا ذَکَّیْتُمْ پهٔ قاعده به حلال شی۔
ف۲۵: یعنی پهٔ هر حالت کښې دَ الله نه ویره کویٔ۔ چرته دَ پاکو څیزونو پهٔ استعمال اؤ دَ ښکار پهٔ شوق کښې دَ حد نه زیاتے ونهٔ کړیٔ۔ اکثر بنیادم دَ دنیا پهٔ نعمتونو کښې دَ ښکار پهٔ شوق کښې دَ الله دَ یادو نه غافل کیږی۔ ځکه خبردارے ورکړې شو۔ چې یاد لریٔ دَ حساب ورځ لرې نهٔ ده۔ دَ الله دَ نعمتونو ، ستاسو دَ شکر ګذاریٔ اؤ دَ خوږ عمر دَ یو یو منټ حساب به درسره کیږی۔
اَلْیَوْمَ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ١ؕ وَ طَعَامُ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حِلٌّ لَّكُمْ١۪ وَ طَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ١٘ وَ الْمُحْصَنٰتُ مِنَ الْمُؤْمِنٰتِ وَ الْمُحْصَنٰتُ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ اِذَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ مُحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ وَ لَا مُتَّخِذِیْۤ اَخْدَانٍ١ؕ وَ مَنْ یَّكْفُرْ بِالْاِیْمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهٗ١٘ وَ هُوَ فِی الْاٰخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۠۝۵
نن حلال شو تاسو ته ټول پاک څیزونه، ف۲۶ اؤ خوراک دَ اهلِ کتابو هلال دے تاسو ته، ف۲۷ اؤ خوراک ستاسو حلال دے هغوی ته، ف۲۸ اؤ حلالې دی تاسو ته پاکدامنې مسلمانې ښځې، ف۲۹ اؤ پاکدامنې ښځې دَ هغې خلقو چې کتاب ورکړې شوے دے ف۳۰ ستاسو نه مخکښې ، کله چې تاسو ورکړیٔ هغوی ته خپل مهرونه پهٔ قبضه کښې دَ راوستو دپاره، ف۳۱ نهٔ دَ مستۍ وېستو دپاره اؤ نهٔ دَ پټې اشنایئ جوړؤلو دپاره، ف۳۲ اؤ څوک چې منکر شو دَ ایمان نه ، نو برباد شو دَ هغهٔ محنت۔ اؤ هغه پهٔ آخرت کښې دے دَ تاوانیانو نه۔ ف۳۳
ف۲۶: یعنی څنګه چې تاسو ته دائمی اؤ مکمل دین درکړې شو۔ دغسې درته پاک څیزونه هم همېشه دپاره حلال دی۔ دا حکم به چرې نهٔ منسوخ کیږی۔
ف۲۷: دلته دَ طعام نه مراد ذبیحه ده۔ یعنی حلال کړې شوے څیز۔ یو یهودی یا عیسائی کهٔ دَ څاروی حلالؤلو پهٔ وخت دَ غېر الله نوم وانهٔ خلی نو دَ هغې حلاله دَ مسلمان دپاره جائز ده۔ پهٔ دې شرط چې دا یهودی یا عیسائی مرتد نهٔ وی۔ دَ مرتد حکم جُدا دے۔
ف۲۸: پهٔ دې مقام کښې دَ طَعَامُکُمْ حِلٌّ لَّہُمْ ذکر هسې دَ مجازات اؤ مکافات پهٔ طور شوے دے۔ یعنی ځنو احدیثو کښې چې راځی لَا یَأْکُلْ طَعَامَکَ اِلَّا تَقِیٌّ (اؤ دې نهٔ خوری خوراک ستا مګر پرهېزګار) دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې دَ مسلمان خوراک پهٔ غېر پرهېزګار حرام دے۔ (بلکې مطلب دا دے چې دَ غېر پرهېزګارو سره دومره ګډون مهٔ ساتیٔ) کله چې دَ یو مسلمان دپاره دَ کتابی ذبیحه حلاله ده۔ نو دَ یو مؤحد مسلمان زبیحه به دَ کتابی دپاره ولې حرامه وی؟
ف۲۹: دَ پاکدامنیٔ قید شاید دَ ترغیب دپاره دے چې مسلمان ته پکار دی چې دَ نکاح پهٔ وخت کښې وړومبے دَ ښځې دَ عفت اؤ پاکدامنیٔ اؤ عصمت یقین وکړی هله ورسره نکاح وکړیٔ۔ دا مطلب نهٔ دے چې ګنې دَ پاکدامنیٔ نه علاوه بل چا سره نکاح حرامه ده۔
ف۳۰: دَ اهلِ کتابو دَ یو خاص حکم سره بل خاص حکم هم بیان شو۔ لکه څنګه چې دَ کتابی ذبیحه مسلمان ته حلاله ده۔ دغسې دَ کتابی ښځې سره نکاح کؤل هم پهٔ شریعت کښې جائز دی۔ اؤ دَ مشرکې سره نکاح جائز نهٔ ده۔ (سورهٔ بقره رکوع ۲۷ کښې حکم دے۔ وَلَا تَنْکِحُوا الْمُشْرِکَاتِ حَتّٰی یُؤْمِنَّ۔ دَ مشرکې سره نکاح مهٔ تړیٔ تر دې چې ایمان راؤړی) مګر یاد لریٔ چې نن زمانه کښې نصارٰی هسې برائے نام نصارٰی دی پهٔ دوی کښې اکثر داسې دی چې نهٔ دَ یو آسمانی کتاب منونکی دی نهٔ دَ الله اؤ نهٔ دَ مذهب بلکې اکثر دهریه اؤ لا مذهب دی۔ پهٔ دوی باندې دَ اهلِ کتابو حکم نهٔ شی چلېدے۔ ځکه دَ دوی دَ حلالے اؤ دَ دوی دَ ښځو حکم دَ دې اهلِ کتابو نهٔ دے۔ اؤ دا هم یاد لریٔ چې دَ یو څیز دَ حلالېدو مطلب دا نهٔ دے چې بس پهٔ دې څیز کښې هېڅ نقصان نشته۔ کهٔ یو کار پخپله جائز وی خو دَ هغې سره نور خارجی حالات اؤ نور کارونه داسې تړلی وی چې دَ هغې کار پهٔ وجه بنده دَ نورو حرامو پهٔ کؤلو کښې راځی بلکې پهٔ کفر کښې مبتلا کېدو احتمال ېٔ وی نو دَ داسې جائز کار کؤلو هم اجازت نشته۔ پهٔ موجوده زمانه کښې دَ یهودو اؤ عیسایانو سره ګډون اؤ دَ هغوی سره خوړل څښل اؤ دَ هغوی دَ ښځو پهٔ جال کښې انخښتل داسې خطرناک نتائج پیدا کوی چې هغه دَ هېڅ یو هوښیار نه پټ نهٔ دی۔ نو دَ بدیٔ اؤ بدنیتیٔ دَ اسبابو نه ځان ساتل ضروری دی۔
ف۳۱: یعنی دَ نکاح پهٔ قید کښې راوستو دپاره پهٔ دې لفظ کښې دې طرف ته اشاره ده چې نکاح پهٔ ظاهر قید دے خو دا قید دَ هغې آزادیٔ اؤ هوس رانۍ نه پهٔ زر درجې بهتر دے دَ کوم پهٔ طلب کښې چې دَ بنیادم پهٔ رنګ کښې ځناور اؤ دَ هوس رانۍ طالبان دَ نکاح سلسله ختمؤل غوړی۔
ف۳۲: هم هغسې چې وړومبے ېٔ دَ ښځې دَ پاک لمنۍ ذکر وفرمائیلو۔ دلته نارینه ته هم هدایت فرمائی چې پاک اؤ عفیف دې وسی۔ خو دَ ”اَلطَّیِّبَاتُ لِلطَّیِّبِیْنَ وَ الطَّیِّبُوْنَ لِلطَّیِّبَاتِ (سورة نور رکوع ۳) نه دا هم معلومه شوه چې دَ الله تعالیٰ په نزد دَ نکاح غرض دَ بشری عصمت دَ جوهر حفاظت اؤ دَ انسانی عفت دَ ملغلرې صیانت دے چې دَ تزویج مقصد اؤ دَ اجتماعی ضروریاتو سلسله ترې مکمله شی۔ اؤ یواځې شهوت پرستی اؤ هواپرستی ترې مقصود نهٔ دی۔
ف۳۳: دَ اهلِ کتابو ښځو سره چې دَ نکاح تړلو اجازت شوے دے دَ هغې فائده دا پکار ده چې دَ مؤمن حقانیت اؤ اسلامی اخلاق دَ ښځې پهٔ زړهٔ کښې ځائې ونیسی۔ هسی نه چې پهٔ دغه کتابیانو داسې میٔن اؤ مفتون شی چې بالعکس چې خپل ایمانی متاع دَ لاسه وباسی اؤ دَ خَسِرَ الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَۃِ“ مصداق شی۔ ولې چې دَ کافرې ښځې سره دَ دې فتنې احتمال قوی کېدے شی۔ نو ځکه وَ مَنْ یَّکْفُرْ بِالْاِیْمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُہٗ“ تحدید نهایت برمحل دے۔
دا زما خیال دے باقی حضرت شاه صاحب وائی چې : اهلِ کتاب ېٔ دَ کفارو نه پهٔ دوؤ حکمونو کښې مخصوص کړل۔ دا فقط پهٔ دنیا کښې دی اؤ پهٔ آخرت کښې دَ هر کافر حال خراب دے۔ اګر کهٔ نیک عمل ېٔ هم کړے وی خو هغه نهٔ قبلیږی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قُمْتُمْ اِلَی الصَّلٰوةِ فَاغْسِلُوْا وُجُوْهَكُمْ وَ اَیْدِیَكُمْ اِلَی الْمَرَافِقِ وَ امْسَحُوْا بِرُءُوْسِكُمْ وَ اَرْجُلَكُمْ اِلَی الْكَعْبَیْنِ١ؕ وَ اِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوْا١ؕ وَ اِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَ اَیْدِیْكُمْ مِّنْهُ١ؕ مَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیَجْعَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ حَرَجٍ وَّ لٰكِنْ یُّرِیْدُ لِیُطَهِّرَكُمْ وَ لِیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۶
اے ایماندارو ف۳۴ کله چې تاسو پاڅیٔ ف۳۵ نمانځهٔ ته نو ووینځیٔ خپل مخونه اؤ لاسونه تر څنګلو پورې اؤ مسح وکړیٔ پهٔ سرونو ف۳۶ اؤ پښې (ووینځیٔ) تر ګیټو پورې ف۳۷ اؤ کهٔ تاسو پهٔ جنابت کښې ویٔ نو ځان ښهٔ پاک کړیٔ ، ف۳۸ اؤ کهٔ تاسو ناجوړه ویٔ یا پهٔ سفر کښې ویٔ یا پهٔ تاسو کښې څوک دَ اودس ماتی نه راغلے وی یا تاسو ښځو ته نژدے شوی ویٔ اؤ اوبهٔ نهٔ مومیٔ۔ نو نیت وکړیٔ دَ پاکې خاورې ، پهٔ خپلو مخونو اؤ لاسونو باندې ېٔ ومږیٔ، ف۳۹ الله دا نهٔ غواړی چې پهٔ تاسو تګسیا راولی ف۴۰ هغه خو دا غواړی چې تاسو پاک کړی ف۴۱ اؤ پوره کړی پهٔ تاسو خپل احسان چې تاسو احسان ومنیٔ ف۴۲
ف۳۴: پهٔ اُمتِ محمّدیهﷺ باندې چې کوم عظیم احسانات شوی دی، دَ دې بیان په آورېدو به هر شریف انسان اؤ حق شناس مؤمن زړهٔ دَ شکر ګذاریٔ اؤ وفاداریٔ دَ اظهار دَ جذباتو نه را ډک شی اؤ طبعی طور به دَ هغهٔ زړهٔ دا غواړی چې دَ خپل منعمِ حقیقی پهٔ دربار کښې حاضر شی۔ سر پهٔ زمکه کیږدی ، پهٔ سجده پرېوځی اؤ دغسې دَ خپلې وفاداریٔ اؤ بندګیٔ اظهار وکړی۔ ځکه پهٔ دې بیان پسې متصل دا بیان وشو چې څؤک زما دربار کښې حاضرېدل اؤ ما ته پهٔ سجده پرېوتل غواړی یعنی نمانځه ته پاڅېدل غواړی نو اول دې ځان پاک و صاف کړی۔ دَ اودس دَ بیان نه مخکښې چې دَ کومو دنیاوی خوندونو اؤ طبعی خواهشاتو (یعنی طیباتو اؤ محصناتو) نه فائده اخستو اجازت ورکړے شوے دے۔ دَ هغې پهٔ استعمال بنده دَ روحانیت اؤ ملکی صفاتو نه لرې وځی اؤ بهیمی صفاتو ته نژدے کیږی اؤ هم دغه څیزونه دَ احداثو (اودس اؤ غسل) باعث ګرځی۔ نو بنده ته پکار دی چې دَ نفس دَ مرغوباتو نه ځان کناره کړی اؤ چې دَ الله دربار کښې حاضریږی نو اول دې ( دَ اودس اؤ غسل) پهٔ ذریعه ځان نه بهیمی اثرات لرې کړی نو بیا دې حاضر شی۔ پهٔ اودس باندې یواځې دَ مؤمن بدن نهٔ صفا کیږی بلکې دَ اودس دَ اوبو هرې قطرې سره ترېنه ګناهونه هم پرېوځی اؤ زړهٔ ېٔ دَ ګناهونو نه صفا کیږی۔
ف۳۵: یعنی چې دَ خوب نه پاسیٔ یا دنیاوی کار پرېږدیٔ اؤ نمانځهٔ ته پاسیٔ نو اول اودس وکړیٔ۔ لېکن دا حکم هغه وخت کښې دے چې مخکښې نه پهٔ اوداسهٔ کښې نهٔ وی۔ دَ آیت پهٔ آخر کښې دَ دې احکامو غرض اؤ غایت بیان شوے دے۔ ”وَ لٰکِنْ یُّریْدُ لِیُطَہِّرَکُمْ“ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ مخ لاس وینځلو حکم دې دپاره دے چې تاسو دَ الله دربار کښې ودرېږیٔ نو چې پاک اؤ صاف ییٔ۔ کهٔ دا پاکی دَ مخکښې نه حاصله وی اؤ دَ پاکیٔ ماتوونکے څهٔ شے نهٔ وی پېښ شوے نو بیا دوباره دَ پاکیٔ حاصلؤلو څهٔ حاجت نشته۔ بلکې دَ دې ضروری کؤلو پهٔ وجه هسې خلقو ته تکلیف جوړیږی دَ کوم نفی چې خپله الله تعالیٰ کړے ده۔ مَا یُرِیْدُ اللہُ لِیَجْعَلَ عَلَیْکُمْ مِنْ حَرَج۔ البته دَ زیاتی طهارت حاصلؤلو دپاره اؤ زیاتی نشاط۔ تازګی اؤ نورانیت حاصلؤلو دپاره تازه اودس مستحب دے۔ شاید دې دپاره پهٔ آیت کښې اِذْا قُمْتُمْ اِلَی الصَّلٰوۃِ کښې دَ کلام روانی داسې کېښوې شوے ده چې هر نمانځهٔ ته پکښې دَ پاکیٔ حاصلؤلو ترغیب دے۔
ف۳۶: یعنی لوند لاس پهٔ سر وګرځویٔ۔ د رسولِ کریمﷺ نه پهٔ ټول عمر کښې دَ تندی دَ اندازې نه کمه مسحه نهٔ ده ثابته شوے۔ دَ تندی اندازه دَ سر دَ څلورمې برخې برابر دے۔ ځکه امام اعظمؒ دَ څلورمې برخې سر مسحې ته فرض وائی۔ دَ نورو امامانو پهٔ مذهب دَ دې نه کمه هم جائز دہ۔ دَ اختلافاتو تفصیل اؤ دلائل دلته نهٔ شی بیانېدے هغه ډېر تفصیل غواړی۔
ف۳۷: مترجم محقق دَ پښې نه پس څهٔ لفظ ”کو“ نهٔ دے لیکلې۔ پهٔ دې کښې لطیفه اشاره ده چې دا پهٔ مفسولاتو باندې عطف دے یعنی څنګه چې دَ مخ لاسونو وینځل فرض دی دغسې دَ پښو هم دَ ګټیو پورې وینځل فرض دی۔ پهٔ پښو باندې دَ سر پهٔ شان مسح کؤل کافی نهٔ دی۔ دَ اهلِ سنت و الجمات پهٔ دې باندې اجماع ده اؤ دَ ډېرو احادیثو نه هم دَ پښو وینځل ثابتیږی۔ کهٔ پهٔ پښو کښې ماسۍ نهٔ وی نو وینځل ېٔ فرض دی۔ اؤ کهٔ ماسۍ ېٔ پهٔ پښو وی نو البته پهٔ ماسیو باندې دَ هغې شرائطو مطابق کوم چې دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې لیکلی دی۔ پهٔ کور بنده یوه ورځ اؤ یوه شپه اؤ مسافر درے ورځې اؤ درے شپې مسح کؤلے شی۔
ف۳۸: یعنی دَ جنابت نه دَ پاکېدو دپاره صرف دا څلور اندامونه وینځل کافی نهٔ دی۔ دَ ظاهر بدن څومره حصې چې بې تکلیفه وینځلې شی هغه ټول وینځل ضروری دی۔ ځکه دَ امامِ اعظمؒ پهٔ مذهب پهٔ غسل کښې غړغړے اؤ پوزې ته اوبهٔ اچؤل هم ضروری دی۔ پهٔ اودس کښې فرض نهٔ دی ، سنت دی۔
ف۳۹: یعنی کهٔ دَ بیماریٔ پهٔ وجه دَ اوبو استعمال نهٔ شی کؤلے نقصان ورکوی یا پهٔ سفر کښې ورسره دَ کافی مقدار اوبهٔ نهٔ وی۔ نو کهٔ څوک دَ اودس ماتی نه راغلو۔ دَ اودس ضرورت وی ورته یا ورته دَ غسل ضرورت وی اؤ پهٔ اوبو قادر نهٔ وی۔ اوبهٔ مونتې نهٔ شی۔ یا استعمال ېٔ ورته نقصان رسوی نو هغه تیمم کؤلے شی۔ دَ اودس اؤ دَ غسل پهٔ تیمم کښې څهٔ فرق نشته۔ دواړو دپاره یو شان دے۔ ځکه چې دَ تیمم چې کوم مقصد دے هغه پهٔ دواړو کښې یو شان حاصلیږی۔ دَ تیمم اسرار اؤ فوائد دَ سورتِ نسآء پهٔ وومه رکوع کښې بیان شوی دی۔
تنبیه: مترجم دَ لَا مَسْتُمُ النِّسَآء ترجمه کړے ده (پاس گئے عورتوں کے) دا دَ محاورې پهٔ لحاظ سره دَ جنابت د، حالت دپاره راځی۔ دا ترجمه دَ ابنِ عباسؓ اؤ ابو موسٰی اشعریؓ دَ تفسیر مطابق ده اؤ ابنِ مسعودؓ هم دا پهٔ خاموش کېدو منلې ده لکه دَ بخاری روایت چې دے۔ اؤ مترجمؒ دَ ”فَتَیَمَّمُوْا“ پهٔ ترجمه کښې (قصد کرو) لفظ کښې دې ته اشاره کړے ده چې دَ اصل لغت پهٔ اعتبار سره دَ تیمم معنٰی قصد اؤ اراده کؤل دی اؤ دَ دغې لغوی معنې پهٔ اعتبار سره شریعت کښې هم پهٔ تیمم کښې عالمانو نیت ضروری ګرځولے دے۔
ف۴۰: ځکه چې کوم حدث ډېر واقع کېدونکے وهٔ هغې کښې الله تعالیٰ دَ ټول بدن وینځل ضروری نهٔ کړل، صرف هغه اعضاء ېٔ (مخ ، لاس ، سر ، ښپې) چې پهٔ مهذبو علاقو کښې اکثر څرګند ساتلې شی وینځل یا مسح کؤل ېٔ ضروری کړل چې څهٔ تنګی اؤ تکلیف نهٔ وی۔ البته حدث اکبر یعنی جنابت چې کله کله پېښیږی ، پهٔ داسې حالت کښې نفس ته دَ ملکوتی جذباتو بېدارؤلو دپاره دَ زیاتی تنبیه ضرورت وهٔ۔ دَ هغې دپاره ېٔ دَ ټول بدن وینځل ضروری کړل۔ بیا هم دَ ”مرض“ اؤ ”سفر“ پهٔ حالت کښې الله تعالیٰ پهٔ دې کښې هم دومره آسانی پیدا کړه چې اول خو ېٔ دَ اوبو پهٔ ځائې خاوره مطهّره کړه۔ بل ېٔ دَ ټول بدن پهٔ ځائې صرف ظاهری اندامونه مقرر کړل۔ پهٔ هغې کښې بیا هم دَ اودس اندامونه نیم کړل۔ دَ سر مسح کښې دَ مخکښې نه تخفیف شوے وهٔ۔ چې وینځل ېٔ ګران وو نو صرف دَ مسحِ اجازت وهٔ ، هغه ېٔ بالکل معاف کړه۔ اؤ پهٔ ښپو اکثر هسې هم ګرد پرېوځی نو پهٔ هغې دَ خاورې لاس وهل بې کاره وو۔ هغه هم معاف شوې۔ صرف مخ اؤ لاسونه پاتی شو۔ دَ دې نه زیاته آسانی به نوره څهٔ وی۔
ف۴۱: ځکه چې هغه پاک دے نو پاکی خوښوی۔
ف۴۲: پهٔ مخکښې رکوع کښې چې دَ کومو نعمتونو ذکر شوے دے دَ هغې پهٔ آورېدو بې اختیاره دَ بنده زړهٔ ته راځی چې دَ داسې منعمِ حقیقی دربار کښې پهٔ سجده پریوځی اؤ دَ هغهٔ دَ احساناتو شکریه ادا کړی۔ نو الله بندګانو ته طریقه وښودله چې زما دربار کښې ودرېږیٔ نو پهٔ دې طریقه ځان پاک کړیٔ اؤ هله ودرېږیٔ۔ دا طریقه ښودل پخپله یو لوئے نعمت دے۔ اؤ دَ بدن پهٔ ظاهری حصه اوبهٔ اچؤلو یا خاوره لګؤلو باندې باطنی طهارت اؤ پاکی حاصلېدل یو بل لوئے نعمت دے۔ بندہ لا دَ زړو نعمتونو شکریه نهٔ وه ادا کړے صرف نیت ېٔ کړے وهٔ چې دا نوی نعمتونه ورکړی شو۔ ځکه ارشاد وشو لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُوْنَ یعنی دَ هغه زړو نعمتونو یادؤلو نه وړومبے دَ دغسې نعمتونو (دَ اودس اؤ تیمم دَ احکامو) شکر ادا کؤل ضروری دی۔ شاید چې دَ دغه جملې نه حضرت بلالؓ دَ تحیّة الوضوء سراغ لګؤلے وی۔ پهٔ دغه نعمتونو باندې شکریې ته متوجه کؤلو نه پس دَ مخکښې آیت نعمتونه اؤ احسانونه دوباره اجمالًا یاد کړی شوی دی ، دَ کومو دَ شکریې دپاره چې بنده دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې دَ ودرېدو نیت کړے وهٔ۔ فرمائی ”وَذْ کُرُوْا نِعْمَتَ اللہِ عَلَیْکُمْ“
وَ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ مِیْثَاقَهُ الَّذِیْ وَاثَقَكُمْ بِهٖۤ١ۙ اِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا١٘ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۷
اؤ یاد کړیٔ دَ الله احسان پهٔ تاسو باندې اؤ دَ هغهٔ وعده چې تاسو سره ېٔ پخه کړے وه۔ کله چې تاسو وئیلی وو چې مونږ واؤرېدو اؤ ومو منلو ، ف۴۳ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ، بېشکه الله دَ زړونو پهٔ حال ښهٔ خبر دے، ف۴۴
ف۴۳: غالبًا دا هغه وعده ده چې دَ سورتِ بقره پهٔ آخر کښې دَ مسلمانانو دَ خلې نقل شوے ده۔ وَقَالُوْا سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا غُفْرَانَکَ رَبَّنَا وَ اِلَیْکَ الْمَصِیْرُ۔
اصحابو چې به دَ رسول کریمﷺ پهٔ لاس بیعت کؤلو نو هغوی به دا اقرار کؤلو چې مونږ به تر خپله وسه ستا هره خبره اورو اؤ منو۔ زمونږ دَ طبیعت اؤ منشا موافق دی اؤ کهٔ مخالف دا خو عامه وعده وه چې دَ مسلمانانو نه اخستے شوه پهٔ خاصو حالاتو کښې۔ اؤ دَ اهمو څیزونو دپاره به خاص اقرار هم اخستے شو۔ ګویا دَ دې سورت پهٔ شروع کښې چې اَوْفُوْا بِالْعُقُوْدِ وئیلی شوی وو۔ ترمینځه دَ احسانونو اؤ انعامونو ذکر وشو نو بیا ېٔ ورته دَ وعدې پوره کؤلو هغه زوړ سبق وریاد کړو۔
ف۴۴: دَ یو شریف اؤ حیادار بنیادم سر دَ خپل محسن مخکښې همېشه ټیټ وی۔ مروت اؤ شرافت اؤ دَ آیٔنده دپاره دَ نورو انعامونو طمع دا غواړی چې بنده دې دَ خپل محسن پوره پوره فرمانبردار وی خاص کر چې پهٔ ژبه ېٔ دَ وفاداریٔ اقرار هم کړے وی۔ ممکنه ده چې دَ الله تعالیٰ بې انتها نعمتونه بنده مغرور اؤ غافل کړی، دَ هغهٔ دَ نعمتونو اؤ دَ قول و اقرار پوره کؤلو خیال ونهٔ ساتی ځکه وفرمائیلی شو وَاتَّقُوا اللہَ دَ الله نه همېشه ویرېږیٔ هغه درنه دَ سترګو پهٔ رپ کښې ټول نعمتونه اخستے شی اؤ دَ بد عهدیٔ اؤ بې وفاییٔ ډېره سخته سزا درکؤلے شی۔ بهر حال دَ شرافت تقاضه دا ده چې بنده دَ خپل محسن ښهٔ پوخ تابعدار اؤ وفادار وسی هغه دَ زړونو پهٔ حال خبر دے۔ هغه زمونږ اخلاص یا نفاق اؤ ریا کاری ښهٔ وینی۔ تش پهٔ خلهٔ سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا وئیلو اؤ پهٔ ظاهره دَ شکرداریٔ پهٔ نمائش هغهٔ ته دهوکه نهٔ شی ورکېدے۔ اِنَّ اللہَ عَلِیْمٌ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ لِلّٰهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ١٘ وَ لَا یَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ عَلٰۤی اَلَّا تَعْدِلُوْا١ؕ اِعْدِلُوْا١۫ هُوَ اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی١٘ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۝۸
اے ایماندارو ودرېږیٔ دَ الله دپاره پهٔ انصاف ګواهی ورکؤلو ته ، ف۴۵ اؤ دَ یو قوم دَ دښمنیٔ پهٔ وجه انصاف هرګز مهٔ پرېږدیٔ ف۴۶ انصاف کویٔ، دغه خبره ډېره نژدے ده تقوٰی ته ، ف۴۷ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ ، بېشکه الله ستاسو پهٔ ټولو کارونو ښهٔ خبر دے۔ ف۴۸
ف۴۵: دَ دې نه مخکښې مؤمنانو ته الله تعالیٰ دَ خپلې وعدې یادؤلو حکم ورکړے وهٔ۔ دلته ېٔ ورته وفرمائیل چې صرف پهٔ خلهٔ یادؤل نه عملی رنګ کښې دَ هغې ثبوت پکار دے۔ پهٔ دې آیت کښې دې ته اشاره ده چې کهٔ ستاسو دَ الله تعالیٰ بې شمېره احسانونه یاد وی اؤ خپله وعده مو هیره کړے نهٔ وی نو ضروری ده چې دَ خپل محسن پهٔ حقونو ادا کؤلو کښې چستی ښکاره کړیٔ اؤ کله چې دَ خپل محسن دَ طرف نه څهٔ حکم نازل شی نو فورًا دَ هغې تیاری کویٔ اؤ دَ الله تعالیٰ دَ حقونو ادا کؤلو سره سره دَ مخلوق حقونه هم پوره پوره ادا کؤلو ته ځانونه تیارویٔ نو پهٔ ”قَوَّامِیْنَ لِلہِ“ کښې حقوق الله طرف ته اؤ ”شُہَدَآءَ بِالْقِسْطِ“ کښې حقوق العباد طرف ته اشاره ده۔ دغسې یو آیت دَ پنځمې پارې پهٔ آخر کښې هم راغلے دے۔ صرف دومره فرق دے چې هلته بِالْقِسْطِ پهٔ لِلہِ مخکښې دے۔ شاید ځکه چې هلته دَ مخکښې نه دَ حقوق العباد ذکر راغلے وهٔ۔ اؤ دلته دَ مخکښې نه پهٔ حقوق الله ډېر زور ورکړې شوے دے۔ نو هلته دَ بِالْقِسْطِ اؤ دلته دَ لِلهِ وړاندې کؤل مناسب وو۔ بل دا چې دلته ورپسې دَ یو سخت دښمن سره دَ معاملې ذکر دے۔ نو دلته ورسره دَ انصاف یادؤل ضروری وو۔ اؤ پهٔ سورتِ نساء کښې ورپسې دَ غوره څیز ذکر دے نو هلته کښې دَ ټولو نه زیات محبوب الله یادول ضروری وو۔
ف۴۶: دَ عدل معنٰی دا ده چې دَ چا سره بغېر دَ څهٔ کمی زیاتی نه څنګه چې هغه حقدار وی هغسې معامله وکړې شی۔ دَ عدل و انصاف تله داسې صحیح اؤ برابره ساتل پکار ده چې ډېره زیاته مینه یا ډېره زیاته دښمنی هم دَ هغې پل یو طرف ته دروند نهٔ کړې شی۔
ف۴۷: کوم څیزونه چې پهٔ شریعت کښې تباه کؤنکی یا څهٔ نقصان رسؤنکی دی۔ دَ هغې نه بچ کېدو باندې چې یو خاص نورانی کیفیت دَ بنده پهٔ زړهٔ کښې پوخ شی هغې ته تقوٰی وئیلے شی۔ دَ تقوٰی حاصلؤلو اسباب ډېر دی۔ ټول نیک کارونه اؤ ښهٔ اخلاق دَ تقوٰی پهٔ اسبابو کښې شمېرلې شی۔ لېکن معلومیږی چې عدل و انصاف۔ یعنی دَ ،دوست دوښمن سره یو شان انصاف کؤل اؤ دَ حق پهٔ معامله کښې دَ محبت یا دښمنیٔ دَ جذباتو نه نهٔ مغلوب کېدل داسې خوېٔ دے چې دَ تقوٰی حاصلؤلو ډېر مؤثر اؤ قریب ترین سبب دے۔ ځکه ہُوَ اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی وفرمائیلی شو۔ چې دَ دې پهٔ ذریعه تقوٰی ډېره زر حاصلېدے شی۔
ف۴۸: یعنی داسې عدل و انصاف چې دوستی یا دوښمنی پرې څهٔ اثر نهٔ شی کؤلے اؤ چې دَ هغې پهٔ اختیارؤلو بنده ته تقوٰی حاصلؤل اؤ متّقی جوړېدل آسان شی۔ دَ هغې دَ حاصلؤلو ذریعه صرف دَ الله خوف اؤ دَ هغهٔ دَ انتقام نه ویره ده اؤ دا خوف دَ وَ اِنَّ اللہَ خَبِیْرٌ بِۢمَا تَعْمَلُوْنَ پهٔ مضمون بار بار غور اؤ مراقبه کؤلو حاصلیږی۔ کله چې دَ یو مسلمان پهٔ زړهٔ کښې دا یقین پروت وی چې زما هېڅ یو پټه اؤ څرګنده خبره دَ الله تعالیٰ نه پټه نهٔ ده نو دَ هغهٔ زړهٔ هر وخت دَ الله دَ خوف نه لړزیږی۔ دَ دې نتیجه دا وی چې هغه پهٔ هره معامله کښې دَ انصاف نه کار اخلی اؤ دَ الله تعالیٰ احکامو پوره کؤلو ته دَ غلام پهٔ شان هر وخت تیار وی۔ پهٔ دې باندې ورته بیا هغه ثمرات ورکېدے شی دَ کومو ذکر چې مخکښې آیت ”وَ عَدَ اللہُ الَّذِیْنَ الآیۃ کښې شوے دے۔
وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ١ۙ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ اَجْرٌ عَظِیْمٌ۝۹
وعده کړی الله هغه چا سره چې ایمان ېٔ راؤړے اؤ نېک کارونه کوی چې دَ هغوی دپاره بخښنه اؤ غټ ثواب دے۔ ف۴۹
ف۴۹: یعنی صرف دا نه چې هغه غلطیٔ به ېٔ معاف کړو کومې چې ترېنه دَ طبعی تقاضه پهٔ وجه شوی دی بلکې عظیم الشان اجر اؤ غټ ثواب به هم ورکړو۔
وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ۝۱۰
اؤ چا چې کفر وکړو اؤ زمونږ آیتونو ته ېٔ دروغ ووېٔ ، هغوی دی دَ دوزخ والا۔ ف۵۰
ف۵۰: دَ فرمانبردارې ډلې دَ انعام پهٔ مقابله کښې اوس دَ هغې ډلې دَ سزا ذکر دے چا چې دَ قرآن کریم دَ احکامو منلو نه انکار کړے دے اؤ دَ الله تعالیٰ نښانې ېٔ (کومې چې دَ دې احکامو دَ رښتینولیٔ څرګندؤلو دپاره اؤ دَ حق دَ رهنماییٔ دپاره دَ الله دَ طرف نه ښودلے شی) دروغ ګڼلی دی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ هَمَّ قَوْمٌ اَنْ یَّبْسُطُوْۤا اِلَیْكُمْ اَیْدِیَهُمْ فَكَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ وَ عَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۠۝۱۱
اے ایماندارو یاد ساتیٔ دَ الله احسان پهٔ تاسو باندې ، چې اراده وکړه یوې ډلې تاسو ته دَ لاس اچؤلو ، نو بند کړل الله دَ هغوی لاسونه ستاسو نه ، اؤ ویرېږیٔ دَ الله نه ، اؤ پهٔ الله باندې اعتماد پکار دے ایماندارو ته۔ ف۵۱
ف۵۱: دَ عامو احسانونو نه علاوه اوس مسلمانانو ته دَ یو خاص احسان یادګیرنه کیږی چې دَ مکّې مکّرمې مشرکانو رسول کریمﷺ ته تکلیف رسؤلو ، اؤ اسلام ختمؤلو دپاره ېٔ څومره کوششونه وکړل لېکن الله تعالیٰ دَ هغوی لاسونه بند کړل۔ یو داؤ ېٔ برابر نهٔ شو۔ اسلام ته غلبه حاصله شوه اؤ مسلمانان دَ مشرکانو دَ ظلم اؤ زیاتی نه محفوظ شو۔ دَ دې عظیم احسان اثر دا پکار دے چې مسلمانان دَ غلبې اؤ طاقت پهٔ وخت کښې هم دَ بدلې اخستو پهٔ جوش کښې پهٔ دښمنانو څهٔ زیاتې ونهٔ کړی اؤ په هر وخت کښې عدل اؤ انصاف باندې مضبوط ولاړ وی۔ څنګه چې مخکښې آیتونو کښې ډېر پهٔ تاکید سره بیان شوے دے۔ دلته دا شبهه کېدے شوه چې هسې نه دَ مسلمانانو دَ دې نرم سلوک پهٔ وجه دَ دښمنانو حوصله زیاته شی۔ دَ دومره رواداریٔ تعلیم شاید چې دَ سیاست دَ اصولو نه خلاف وی۔ دَ دې شبهې لرې کؤلو دپاره وفرمائیلې شو وَاتَّقُوا اللہَ وَ عَلَی اللہِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ۔ یعنی دَ مسلمانانو دپاره دَ سیاست غټ اصول دَ الله خوف اؤ پهٔ الله اعتماد دے۔ دَ الله نه دَ ویرې مطلب دا دے چې ظاهری اؤ باطنی ، پټه اؤ څرګنده معامله ټوله صفا وساتلے شی۔ اؤ کومه وعده چې ېٔ دَ الله سره کړے ده پهٔ هغې پوره وفاداریٔ سره عمل کوی۔ نو بیا ورته هېڅ خطره نشته۔ پهٔ مخکښې آیت کښې دَ عبرت دپاره دَ داسې قوم ذکر کیږی چا چې بد عهدی اؤ غدّاری کړے وه نو خوار اؤ ذلیل شو۔
وَ لَقَدْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ١ۚ وَ بَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَیْ عَشَرَ نَقِیْبًا١ؕ وَ قَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مَعَكُمْ١ؕ لَىِٕنْ اَقَمْتُمُ الصَّلٰوةَ وَ اٰتَیْتُمُ الزَّكٰوةَ وَ اٰمَنْتُمْ بِرُسُلِیْ وَ عَزَّرْتُمُوْهُمْ وَ اَقْرَضْتُمُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّاُكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَ لَاُدْخِلَنَّكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ۚ فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ۝۱۲
اؤ اخستې ده الله دَ بنی اسرائیلو نه پخه وعده ف۵۲ اؤ مونږ مقرر کړل پهٔ هغوی کښې دولس مشران، ف۵۳ اؤ ووېٔ الله چې زهٔ تاسو سره یم ، ف۵۴ کهٔ تاسو قائم ساتیٔ نمونځونه اؤ ورکویٔ زکوٰة ، اؤ ایمان راؤړیٔ زما پهٔ رسولانو ، اؤ دَ هغوی امداد کویٔ ف۵۵ اؤ قرض ورکویٔ الله ته ف۵۶ ښهٔ قرض ، ف۵۷ نو زهٔ به لرې کړم ستاسو نه ستاسو ګناهونه ، اؤ داخل به مو کړم داسې باغونو کښې ، چې لاندې ترې ولې بهیږی۔ ف۵۸ بیا څوک چې کافر شو پهٔ تاسو کښې دَ دې نه پس نو بېشکه هغوی دَ سمې لارې نه ګمراه شو۔ ف۵۹
ف۵۲: یعنی دا دَ اُمتِ محمّدیهﷺ خصوصیت نهٔ دے۔ دَ نورو اُمتونو نه هم دغسې وعدې اخستې شوے وې۔
ف۵۳: دَ بنی اسرائیلو دولس قبیلو دپاره موسٰیؑ دولس سرداران مقرر کړی وو۔ دَ هغوی نومونه هم مفسرینو دَ تورات نه نقل کړی دی۔ دَ هغوی ذمه داری دا وه چې دَ خپل قوم نګرانی به ېٔ کؤله اؤ هغوی ته به ېٔ خپلې وعدې یادؤلے۔ عجیبه اتفاق دے چې دَ هجرت نه مخکښې چې انصارو دَ رسول اکرمﷺ نه بیعت کؤلو نو هغوی کښې هم حضورﷺ دَ تبلیغ دپاره دولس نقیبان (مبلغان) مقرر کړی وو۔ دغسې دولسو کسانو دَ خپل قوم دَ طرف نه دَ حضورﷺ پهٔ لاس بیعت کړے وهٔ۔ دَ حضرت جابر بن سمرهؓ پهٔ حدیث کښې چې حضور اکرمﷺ دَ دې اُمت دپاره دَ دولسو خلفاؤ پېشګوئی کړے ده۔ دَ هغې شمار هم دَ بنی اسرائیلو دَ نقیبانو پهٔ برابر دے۔ اؤ مفسرینو دَ تورات نه نقل کړے دے چې حضرت اسماعیلؑ ته الله تعالیٰ فرمائیلی وو چې ستا پهٔ اولاد کښې به دولس سرداران پیدا کیږی۔ غالبًا دا هم هغه دولس کسان دی۔ دَ کومو ذکر چې دَ جابرؓ پهٔ حدیث کښې شوے دے۔
ف۵۴: دا خطاب یا خو هغې دولسو سرادارانو ته دے چې تاسو خپل فرض پوره کویٔ۔ زما ملګرتیا اؤ امداد ستاسو سره دے یا ټولو بنی اسرائیلو ته دے چې زهٔ تاسو سره یم۔ ما لرې مهٔ ګڼیٔ۔ تاسو چې څهٔ څرګند یا پټ کارونه کویٔ پهٔ هر ځائې اؤ هر وخت کښې زهٔ هغه وینم اؤ اورم اؤ پهٔ هر څهٔ خبرېږم۔ نو کوم کار چې کویٔ ښهٔ پهٔ سوچ اؤ فکر سره کویٔ۔
ف۵۵: یعنی څومره رسولان چې دَ موسٰیؑ نه پس راځی دَ هغې ټولو تصدیق به کویٔ اؤ دَ هغوی احترام اؤ عزّت به کویٔ اؤ دَ حق دښمنانو پهٔ مقابله کښې به دَ هغوی پوره پوره ملګرتیا کویٔ۔ ځانی اؤ مالی هر قسم امداد به ورکویٔ۔
ف۵۶: الله تعالیٰ ته دَ قرض ورکؤلو مطلب دا دے چې دَ دین پهٔ کار اؤ دَ پېغمبرانو پهٔ امداد کښې مال خرڅ کړی۔ څنګه چې قرض ورکؤنکے پهٔ دې طمع وی چې قرضدارے به دا مال بیا هغهٔ ته ور رسوی۔ اؤ قرض اخستونکے دَ هغه مال دَ بیا ور رسولو ذمه داری اخلی۔ دغسې دَ الله دپاره چې کوم مال خرڅ شی هغه هم کمیږی یا ورکیږی نه۔ الله تعالیٰ دَ څهٔ مجبوریٔ پهٔ وجه نه بلکې خالص دَ خپل رحم اؤ کرم پهٔ وجه دا ذمه داری پهٔ ځان اخستے ده چې دَ دې مال پهٔ عوض کښې به ورته ډېره زیاته نفع اؤ فائده ورسوی (اؤ داسې نعمتونه به درکوی چې دَ بنیادم پهٔ تصوّر کښې هم نهٔ راځی)
ف۵۷: پهٔ ښهٔ شان دَ ورکؤلو مطلب دا دے چې پهٔ اخلاص سره اؤ خپل محبوب اؤ دَ خوښې شے دې پاک اؤ صاف مال نه دَ الله دپاره ولګوی۔
ف۵۸: یعنی نیکیٔ چې ډېرې وی نو بدیٔ کمزورې کوی اؤ کله چې بنیادم دَ الله سره وعدې پوره کؤلو پهٔ کوشش کښې لګیا وی۔ نو الله تعالیٰ دَ هغهٔ کمزوریٔ لرې کړی دَ خپلې خوښې اؤ رضا دَ کارونو توفیق ورکړی اؤ ځان ته ېٔ رانژدې کړی۔
ف۵۹: یعنی دَ داسې پوخ قول اؤ اقرار نه پس هم چې څوک دَ الله تعالیٰ وفادار ثابت نهٔ شو اؤ بې وفائی اؤ بد عهدیٔ ته تیار شو نو پوهه شیٔ چې دوی نه سمه لار خطا شوه اوس دا اندازه نهٔ شی لګېدے چې دَ تباهیٔ اؤ بربادیٔ کومې غرقې (ژورې) کندې ته پرېوځی اؤ پهٔ څومره آفتونو کښې به ګېریږی۔ دَ بنی اسرائیلو نه چې دَ کومې وعدې اخستو ذکر دلته شوے دے هغه نمونځ ، روژه ، پهٔ پېغمبرانو ایمان راؤړل اؤ دَ هغوی ځانی اؤ مالی امداد کؤل دی۔ پهٔ دې کښې وړومبے عبادت بدنی دے۔ دویٔم مالی ، دریٔم دَ زړهٔ اؤ ژبې څلورم پهٔ حقیقت کښې دَ دریٔم دَ تکمیل دپاره دے۔ دې څیزونو ته اشاره کښې مطلب دا دے چې پهٔ ځان اؤ مال۔ قلب اؤ قالب هر څهٔ کښې دَ الله دَ فرمانبرداریٔ اؤ وفاداریٔ اظهار وکړیٔ۔ لېکن بنی اسرائیلو دَ هرې یوې وعدې خلاف ورزی وکړه اؤ یوه وعده ېٔ هم پوره نهٔ کړه۔ دَ دې بد عهدیٔ نتیجه پهٔ وروستو آیتونو کښې ذکر شوے ده۔
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ لَعَنّٰهُمْ وَ جَعَلْنَا قُلُوْبَهُمْ قٰسِیَةً١ۚ یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ١ۙ وَ نَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ١ۚ وَ لَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلٰی خَآىِٕنَةٍ مِّنْهُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَ اصْفَحْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۳
نو دَ هغوی دَ وعدې ماتؤلو پهٔ وجه مونږ هغوی پهٔ لعنت کړل ف۶۰ اؤ دَ هغوی زړونه مو سخت کړل، اړوی دوی خبره دَ خپلو ځایونو نه ، ف۶۱ اؤ هېره ېٔ کړه فائده اخستل دَ هغه نصیحت نه چې دوی ته شوے وهٔ ، ف۶۲ اؤ همېشه نهٔ خبریږی دَ هغوی پهٔ څهٔ ټګۍ باندې ، ف۶۳ بې دَ لږو کسانو نه پهٔ هغوی کښې ف۶۴ نو دوی معاف کړه ، اؤ بدیو ته ېٔ مهٔ ګوره بېشکه دَ الله خوښ دی احسان کؤنکی۔ ف۶۵
ف۶۰: دَ لَعَنْ معنٰی دَ ځان نه شړل اؤ لرې کؤل دی۔ یعنی دَ غداریٔ پهٔ وجه مونږ دَ خپل رحمت نه لرې وشړل اؤ دَ هغوی زړونه مو سخت کړل۔ فَبِمَا نَقْضِہِمْ (الآیة) دَ الفاظو نه معلومیږی چې دَ هغوی دَ زړونو سختېدو اؤ پهٔ لعنت کېدو سبب دَ هغوی بد عهدی اؤ غدّاری وه چې خپله دَ هغوی کار دے۔ لېکن پهٔ اسبابو دَ هغې مسبّب مرتّب کؤل دَ الله کار وهٔ۔ ځکه دَ جَعَلْنَا قُلُوْبَہُمْ قَاسِیَۃَ نسبت الله تعالیٰ ځان ته وکړو۔
ف۶۱: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ کلام کښې تحریف (ردوبدل) کوی۔ کله پهٔ الفاظو کښې اؤ کله پهٔ معنٰی کښې اؤ کله پهٔ تلاوت کښې۔ دَ تحریف دا ټول اقسام پهٔ قرآن شریف اؤ احادیثو کښې بیان شوی دی چې دَ دې څهٔ قدرې اقرار نن سبا ځنی دَ یورپ عیسائی عالمان خپله هم کوی۔
ف۶۲: یعنی پکار خو دا ده چې دوی دَ دې قیمتی نصیحتونو نه فائده اخستې وې کوم چې مثلًا دَ نبی آخرالزمان دَ راتلو اؤ دَ دین دَ نورو غټو غټو خبرو متعلق دَ دوی پهٔ کتابونو کښې موجود وو۔ لېکن دوی دَ خپل غفلت اؤ شرارت پهٔ وجه دا نصیحتونه هېر کړل بلکې دَ دې نصیحتونو اکثره حصه ېٔ دَ خپلو کتابونو نه ورکه کړه۔ اؤ اوس هم چې دوی ته دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خُلهٔ کوم نصیحتونه وریادولے شی ، دوی دَ هغې اثر نهٔ قبلوی اؤ پهٔ هغې عمل نهٔ کوی۔ حافظ ابن رجب حنبلیؒ لیکلی دی چې دَ وعدې ماتؤلو پهٔ وجه پهٔ دوی کښې دوه نقصانه پیدا شو۔ پهٔ لعنت کېدل ، اؤ دَ زړونو سختېدل۔ اؤ دَ دې دواړو نتیجه دا دوه خبرې وشوې۔ په کلام الله کښې تحریف (ردوبدل) اؤ دَ نصیحت نه فائده نهٔ اخستل یعنی دَ لعنت پهٔ اثر دَ دوی ذهنیت خراب شو اؤ پهٔ ډېرې بې باکیٔ سره ېٔ دَ کلام الله تحریف ته ملا وتړله۔ بل طرف ته دَ غداریٔ دَ نحوست پهٔ وجه ېٔ زړونه سخت شو چې نصیحت پرې اثر نهٔ کوی۔ نو علمی اؤ عملی دواړه قوتونه ېٔ تباه شو۔
ف۶۳: یعنی دَ هغوی دَ ټګۍ اؤ خیانت سلسله تر اوسه جاری ده اؤ هم دغسې به جاری وی۔ تهٔ به همېشه دَ هغوی دَ ټګۍ اؤ مکر فریب خبرې اورې۔
ف۶۴: یعنی عبدالله بن سلام وغېره کوم چې مسلمانان شوی وو۔
ف۶۵: یعنی هر کله چې دا دَ هغوی پخوانې عادت دے نو دَ داسې خلقو سره پهٔ هره خبره بحث کوی اؤ دَ هغوی هره ټګی څرګندؤل څهٔ فائده نهٔ لری۔ دوی پهٔ خپل حال پرېږده اؤ دَ دوی دَ ټګۍ بدله پهٔ معافیٔ اؤ احسان کؤلو ورکړه۔ شاید چې دا پرې اثر وکړی۔ حضرت قتادهؒ فرمائی چې دا آیت منسوخ دے پهٔ قَاتِلُوا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللہِ (الآیة) باندې۔ لېکن دَ دې وېنا څهٔ ضرورت نشته ځکه چې دَ قتال دَ حکم نه دا نهٔ لازمیږی چې پهٔ هېڅ وخت کښې اؤ پهٔ هېڅ موقع دې داسې قوم سره دَ معافیٔ اؤ احسان سلوک ونهٔ شی۔
وَ مِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰۤی اَخَذْنَا مِیْثَاقَهُمْ فَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ١۪ فَاَغْرَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَ الْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ١ؕ وَ سَوْفَ یُنَبِّئُهُمُ اللّٰهُ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ۝۱۴
اؤ هغه کسان چې ځان ته نصاریٰ وائی ف۶۶ دَ هغوی نه هم مونږ وعده اخستې وه ، بیا هغوی هېره کړه فائده اخستل دَ نصیحت نه چې ورته شوے وهٔ ، ف۶۷ نو مونږ وغورزؤله دَ دوی ترمینځه دشمنی اؤ کینه ، ف۶۸ دَ قیامت تر ورځې پورې۔ ف۶۹ اؤ آخر به ور وښیٔ الله دوی ته څهٔ چې دوی کؤل۔ ف۷۰
ف۶۶: دَ ”نصارٰی“ ماده یا خو ”نَصر“ دے ، دَ امداد پهٔ معنٰی اؤ یا ”نَاصِرَه“ کلی طرف ته نسبت دے ، کوم کلی کښې چې حضرت مسیحؑ وسېدو۔ ځکه هغوی ته مسیح ناصری هم وئیلې شی۔ چا چې به ځان ته نصارٰی وې دَ هغوی دا وعده وه چې مونږ دَ الله دَ رښتونی دین مددګار اؤ دَ رښتونی پېغمبر حضرت عیسٰیؑ تابعدار یو خو دَ دې زبانی وعدې اؤ دَ لوییٔ دعوې کؤلو سره سره چې دَ هغوی کوم عمل وهٔ هغه پهٔ مخکښې آیتونو کښې بیان شوے دے۔
ف۶۷: یعنی دَ یهودو پهٔ شان دَ عیسایانو نه هم وعده اخستې شوے وه خو دوی هم پهٔ بې لوظۍ کښې دَ یهودو نه کم ونهٔ ختل، دوی هم دَ هغې نصیحت نه چې دَ آخرت دَ کامیابیٔ پرې دارومدار وهٔ څهٔ فائده ېٔ ترې وانهٔ خسته بلکې بائبل کښې ېٔ دَ نصیحت هغه حصه چې دَ مذهب جرړه وه هډو باقی پرې نهٔ خوده۔
ف۶۸: یعنی دَ عیسایانو پهٔ خپلو کښې یا دَ یهودو اؤ دَ عیسایانو ترمینځه همېشه دپاره دښمنی پرېوته اؤ پهٔ جګړو اخته شو۔ دَ الهامی سبق هېرؤلو چې څهٔ نتیجه وه هغه څرګنده شوه۔ چې دَ وحی الٰهی رڼا دوی سره پاتې نهٔ شوه نو دَ وهمونو اؤ خواهشاتو پهٔ تورو تیرو کښې دَ یو بل سره ونښتل۔ مذهب خو ورسره پاتې نهٔ شو خو دَ مذهب پهٔ نوم جګړې اؤ فسادونه باقی پاتی شو۔ بې شمېره فرقې شوې اؤ یو بل سره پهٔ غوبل اخته شوې۔
دَ فرقو دې اختلاف نه پخه دښمنی اؤ مستقل عداوت جوړ شو۔ بېشکه نن صبا مسلمانانو کښې هم ډېرې فرقې جوړې شوے دی اؤ دَ یو بل سره ېٔ دَ مذهب پهٔ نوم ټکره راځی۔ لېکن زمونږ سره قانونِ الٰهی بغېر دَ څهٔ ردوبدل نه بالکل محفوظ موجود دے۔ نو دَ اختلافاتو سره سره بیا هم دَ مسلمانانو یوه درنه ډله همېشه پهٔ حق اؤ صداقت باندې قائمه ولاړه وی۔ برخلاف دَ دې دَ یهودو اؤ عیسایانو پهٔ اختلاف کښې دَ عیسایانو دَ دوؤ فرقو پروټسټنټ اؤ کیتهولک فرقو پهٔ اختلاف کښې یوه ډله هم پهٔ حق اؤ صداقت قائمه نهٔ ده۔ ځکه چې دَ هغوی دَ الهامی کتاب اؤ وحی الٰهی رڼا (دَ کومې پهٔ برکت چې بنده ته دَ الله تعالیٰ معرفت حاصلیږی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ رضا قانون معلومیږی) دې دواړو فرقو دَ خپلو غلط کارو اؤ بې اعتدالیو پهٔ وجه ضائع کړے ده۔ دَ دوی سره خپل آسمانی کتاب پهٔ اصلی حالت کښې موجود نهٔ دے۔ اؤ تر څو پورې چې دوی پهٔ دې تحریف شوی بائبل پورې نښتی وی ، تر قیامته پورې دَ دې بې اصوله اختلافاتو اؤ بغض اؤ عناد دَ تیرو نه وتې نهٔ شی اؤ دَ حق و صداقت اؤ دائمی نجات صحیح لاره موندې نهٔ شی۔ باقی کوم خلق چې پهٔ نفسِ مذهب پورې خندا کوی اؤ موجوده بائبل یا لفظ دَ مسیحیت ېٔ صرف دَ یو څو سیاسی ضرورتونو دپاره باقی پریښې دے۔ پهٔ دې آیت کښې دَ هغې عیسایانو ذکر نهٔ دے۔ اؤ کهٔ دا ومنلې شی چې دوی هم دَ دې آیت پهٔ حکم کښې راځی ، نو دَ هغوی دَ یو بل سره اختلافات اؤ دَ یو بل دَ تباهیٔ پټ کوششونه اؤ څرګند لوی لوی جنګونه هم دَ چا نه پټ نهٔ دی۔
ف۶۹: یعنی تر څو پورې چې دَ دوی نسل باقی وی ، دا اختلافات اؤ بغض اؤ عناد به پکښې موجود وی۔ دلته دَ قیامت تر ورځې لفظ داسې دے لکه مونږ چې پهٔ خپلو خبرو کښې وایو چې فلانے خو به ترقیامته دَ دې کار نه وانهٔ وړی۔ دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ګنی دا سړے به دَ قیامت تر ورځې ژوندے وی۔ بلکې مطلب ېٔ دا دے چې تر څو ژوندے وی دا کار به دغسې کوی۔ دغه شان دې آیت کښې هم دَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیَامَۃِ نه مطلب دا نهٔ دے چې ګنی یهود اؤ نصارٰی به دَ قیامت تر ورځې باقی وی لکه څنګه چې دَ موجوده زمانې ځنی ناپوهه مفسرینو پهٔ خپل تفسیر کښې لیکلی دی۔ بلکې دَ دې مطلب دا دے چې تر څو ژوندی وی دغسې بغض اؤ عناد اؤ جګړو فسادونو کښې به مبتلا وی۔
ف۷۰: یعنی پهٔ آخرت کښې پوره پوره اؤ دنیا کښې هم دَ ځنو واقعاتو پهٔ ذریعه به ورته دَ خپل عمل نتیجه معلومیږی۔
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ كَثِیْرًا مِّمَّا كُنْتُمْ تُخْفُوْنَ مِنَ الْكِتٰبِ وَ یَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ١ؕ۬ قَدْ جَآءَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ نُوْرٌ وَّ كِتٰبٌ مُّبِیْنٌۙ۝۱۵
اے دَ کتاب خاوندانو ، بېشکه راغلے دے تاسو ته زمونږ رسول چې څرګندوی تاسو ته ډېر هغه حکمونه دَ کتاب چې تاسو (دَ خلقو نه) پټؤل اؤ پریږدی ډېر ، ف۷۱ بېشکه راغلے ده تاسو ته دَ الله دَ طرفه رڼا اؤ څرګندونکے کتاب،
ف۷۱: دا ټول یهودو اؤ عیسایانو ته خطاب دے چې هغه نبی آخرالزمانﷺ ، دَ چا دَ راتلو زېرې چې ستاسو پهٔ کتابونو کښې دَ دې دومره ردوبدل سره بیا هم څهٔ نه څهٔ موجود دے ، تشریف راؤړے دے۔ د هغهٔﷺ پهٔ خلهٔ الله تعالیٰ خپل پېغام راستؤلے دے اؤ هغه دَ هغې کارونو تکمیل کوی کوم چې دَ حضرت مسیحؑ نه نیمګړی پاتی شوی وو۔ دَ تورات اؤ انجیل کومې خبرې چې تاسو پټې کړے وې اؤ ګډې وډې مو بیانؤلے پهٔ هغې کښې به ټولې ضروری خبرې دا نبی آخرالزمانﷺ څرګندې کړی اؤ دَ کومو چې اوس ضرورت نهٔ وی هغه به دغسې پرېږدی۔
یَّهْدِیْ بِهِ اللّٰهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهٗ سُبُلَ السَّلٰمِ وَ یُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ بِاِذْنِهٖ وَ یَهْدِیْهِمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۱۶
چې هدایت کوی پهٔ هغې باندې الله دَ سلامتیا دَ لارو هغه چا ته څوک چې تابع شی دَ هغهٔ دَ رضا ، اؤ هغوی وباسی دَ تیرو نه رڼا ته پهٔ خپل حکم سره اؤ روانوی ېٔ پهٔ نېغه لار۔ ف۷۲
ف۷۲: شاید چې دَ نوؔر نه خپله نبی کریمﷺ اؤ دَ کتؔاب مبین نه قرآن کریم مراد دے۔ یعنی یهویانو اؤ عیسایانو چې دَ وحی الٰهی کومه رڼا ضایع کړے ده اؤ دَ وهمونو اؤ خواهشونو پهٔ تورو تیرو اؤ پهٔ خپلو کښې دَ بغض اؤ عناد پهٔ غرقو کندو کښې داسې پرېوتی دی چې تر قیامته ترې دَ راختو نهٔ دی۔ هغوی ته ووایه چې دَ الله تعالیٰ غټه رڼا راغله۔ کهٔ دَ ابدی نجات پهٔ لاره تلل غواړیٔ نو پهٔ دې رڼا کښې به دَ الله تعالیٰ دَ رضا اؤ دَ سلامتیا لاره بیا مومیٔ اؤ دَ جهالت دَ تیرو نه به رابهر شیٔ۔ نو کهٔ دَ الله تعالیٰ رضا مو پکار وی نو پهٔ دې رڼا کښې دَ سلامتیا پهٔ لار روان شیٔ بې خطرې به ورته ورسیٔ۔
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ١ؕ قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ اَنْ یُّهْلِكَ الْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَ اُمَّهٗ وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا١ؕ وَ لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا١ؕ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱۷
بې شکه کافر شؤل چا چې ووې چې الله هم هغه مسیح دے دَ مریم ځوئے، ف۷۳ تهٔ ورته ووایه ، بیا دَ الله پهٔ وړاندې دَ چا وس چلیږی کهٔ هغه وغواړی چې هلاک کړی مسیح دَ مریم ځوئے اؤ دَ هغهٔ مور ، اؤ څومره خلق چې پهٔ دې زمکه کښې دی هغه ټول، ف۷۴ اؤ هم دَ الله دے حکومت دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې اؤ څهٔ چې دَ دې دواړو ترمینځه دی ، پیدا کوی څهٔ چې غواړی ، ف۷۵ اؤ الله پهٔ هر څهٔ قادر دے، ف۷۶
ف۷۳: یعنی الله دَ مسیحؑ نه بغېر بل څوک نهٔ دے۔ وائی چې پهٔ عیسایانو کښې دَ یعقوبیه فرقې دا عقیده وه۔ دَ هغوی پهٔ خیال کښې دَ مسیحؑ پهٔ قالب کښې الله تعالیٰ دنیا ته راغلے وهٔ ، معاذالله۔ یا داسې وئیلې شی چې هر کله نصاریٰ دَ حضرت مسیحؑ دَ الوهیت قائل دی اؤ دا دعویٰ هم کوی چې الله یو دے نو دَ دې دعوې لازمی نتیجه دا ده چې دَ هغوی پهٔ خیال مسیحؑ نه سوا بل الله نشته۔ بهر حال هر څنګه چې شی خو پهٔ څرګند کفر کښې ېٔ څهٔ شک نشته۔
ف۷۴: یعنی فرض کړه کهٔ هغه قادر اؤ توانا الله دا غواړی چې حضرت مسیحؑ اؤ مریمؑ اؤ وړاندې وروستو ټول پهٔ زمکه وسیدونکی تمام مخلوق پهٔ یو ساعت کښې هلاک کړی ، نو تهٔ ووایه چې دَ هغهٔ مخې ته څوک راتلے شی۔ یعنی وړاندې وروستو تمام بنیادم کهٔ راجع کړې شی اؤ الله تعالیٰ هغه ټول هلاکؤل وغواړی۔ نو د دې تمام مخلوق مجموعی طاقت هم دَ الله تعالیٰ اراده بدلؤلے نهٔ شی۔ ځکه چې مخلوق ته چې کوم طاقت ورکړې شوے هغه محدود دے اؤ دَ الله تعالیٰ ذاتی طاقت بې انتها اؤ لامحدود دے۔ نو دَ محدود طاقت او دَ لامحدود څهٔ مقابله کېدے شی۔ دا خبره دغه خلق خپله هم منی بلکې خپله مسیحؑ (کوم ته چې دوی خدائې وائی) هم منی۔ دَ مرقس پهٔ انجیل کښې دَ مسیحؑ دا قول موجود دے (”اے پلاره هر څهٔ ستا دَ قدرت ماتحت دی ، تهٔ زما نه دا دَ مرګ پیاله لرې کړه داسې نه څنګه چې زما خوښه ده بلکې داسې څنګه چې ستا اراده ده“) نو کوم مسیحؑ ته چې تاسو خدائې واییٔ اؤ دَ هغهٔ مور بی بی مریمؑ چا ته چې تاسو دَ خدائې مور واییٔ هغوی هم پهٔ مَنْ فِی الْاَرْضِ کښې داخل دی اؤ دَ الله دَ قدرت اؤ ارادې مخکښې عاجز اؤ کمزوری دی۔ نو تاسو خپله فکر وکړیٔ چې دَ مسیحؑ یا دَ هغهٔ دَ مور یا دَ دنیا دَ بل مخلوق پهٔ نسبت دَ خداییٔ دعویٰ کؤل څومره لوئے حماقت دے؟ دَ دې آیت پهٔ دې تشریح کښې مونږ دَ هلاک معنیٰ مرګ اخستے دے۔ خو دَ جمیعًا مو لږ غوندې تفصیل کړے دے۔ کومه معنیٰ چې مونږ دَ جمیعًا بیان کړے ده هغه دَ عربی ادب دَ مشرانو دَ وینا عین موافق ده۔ دَ دې نه علاوه دا هم ممکنه ده چې پهٔ آیت کښې دَ هلاک معنیٰ مرګ ونهٔ شی لکه څنګه چې امام راغب لیکلی دی چې کله دَ هلاک معنیٰ دَ یو څیز بالکل فنا کؤل اؤ نیست و نابود کؤل راځی لکه پهٔ آیت ”کُلُّ شَیْءٍ ہَالِکٌ اِلَّا وَجْہَہٗ“ کښې چې دَ هلاک معنیٰ فنا کېدل دی۔ چې دَ الله نه علاوه به هر شے فنا کیږی اؤ ورکیږی۔ پهٔ دې طریقه به دَ آیت مطلب دا شی چې کهٔ الله تعالیٰ مسیحؑ اؤ دَ هغهٔ والده اؤ دَ دنیا ټول مخلوق بالکل فنا کؤل اؤ ورکؤل وغواړی نو څوک دی چې دَ هغهٔ اراده به بدله کړی۔ هغه مختارِ کُل دے۔ حضرت شاه صاحب لیکی چې الله تعالیٰ ځنې ځنې ځائې کښې دَ نبیانو پهٔ حق کښې داسې خبرې ځکه کوی چې دَ هغه نبی اُمت خپل نبی ته دَ بندګیٔ دَ حد نه زیاته درجه ورنهٔ کړی (دَ نبی درجه دَ ټولو بندګانو نه ډېره وچته ده ، خو بیا هم دَ الله بنده دے۔ الله نهٔ دے)
ف۷۵: پیدا کوی څهٔ چې غواړی اؤ څنګه چې ېٔ غواړی۔ لکه حضرت مسیحؑ ېٔ بې پلاره پیدا کړو۔ اؤ حوا بی بی ېٔ بې موره پیدا کړه۔ اؤ آدمؑ ېٔ بې پلاره اؤ بې موره پیدا کړو۔
ف۷۶: دَ هغهٔ دَ وړاندې دَ هېچا زور نهٔ چلیږی۔ ولیان اؤ نبیان اؤ بزرګان ټول هلته محتاج اؤ مجبور اؤ فرمانبردار دی۔
وَ قَالَتِ الْیَهُوْدُ وَ النَّصٰرٰی نَحْنُ اَبْنٰٓؤُا اللّٰهِ وَ اَحِبَّآؤُهٗ١ؕ قُلْ فَلِمَ یُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوْبِكُمْ١ؕ بَلْ اَنْتُمْ بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ١ؕ یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا١٘ وَ اِلَیْهِ الْمَصِیْرُ۝۱۸
اؤ وائی یهودیان اؤ نصاریٰ چې مونږ دَ الله اولاد اؤ دَ هغهٔ دوستان یو، ف۷۷ تهٔ ورته ووایه، بیا ولې عذاب درکوی تاسو ته دَ ګناهونو پهٔ وجه، ف۷۸ بلکې تاسو هم بندیان ییٔ دَ هغهٔ پهٔ مخلوق کښې ، ف۷۹ بخښنه کوی چا ته چې ېٔ خوښه وی ، اؤ عذاب ورکوی چا ته چې ېٔ خوښه وی، ف۸۰ اؤ هم دَ الله دے حکومت دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې اؤ دَ دې دواړو ترمینځه چې څهٔ دی ، اؤ هم هغهٔ ته واپس راګرځېدل دی۔ ف۸۱
ف۷۷: یهودو اؤ نصاراؤ به ځان ته دَ الله اولاد ځکه وې چې دَ هغوی پهٔ بائبل کښې اسرائیل یعنی یعقوبؑ ته دَ الله ځوئے وئیلی شوی دی۔ اؤ عیسایانو هم حضرت مسیحؑ ته ابن الله وې نو دَ یعقوبؑ اؤ دَ عیسٰیؑ اولاد ځان ته دَ الله دَ اولاد لقب خوښ کړے وهٔ۔ اؤ دا هم کېدے شی چې دَ ځوی مطلب خاص دوستان اؤ محبوب کېدل وی۔ لکه دَ اولاد پهٔ شان مینه ېٔ وی ورسره۔ پهٔ دې لحاظ به دَ ابناء الله اؤ احبّاء الله معنیٰ یوه شی۔
ف۷۸: چونکې دَ یو مخلوق پهٔ حقیقت کښې دَ الله اولاد کېدل ناممکن اؤ بالکل څرګند باطل وو۔ اؤ دَ الله محبوب کېدل ممکن وو۔ ځکه پهٔ دې آیت کښې ېٔ اول دَ محبوب کېدو تردید وکړو۔ یعنی چې کوم قوم پهٔ څرګند بغاوت اؤ ګناهونو کښې دَ مبتلا کېدو پهٔ وجه پهٔ دنیا کښې هم پهٔ قسم قسم رسوا اؤ شرمنده شوے وی اؤ پهٔ عذابونو کښې ګرفتار شوے وی۔ اؤ پهٔ آخرت کښې هم دَ همېشه دپاره دَ عذاب حقدار شوی وی۔ داسې باغی اؤ ګنهګار قوم پهٔ کوم عقل اؤ فکر ځان دَ الله محبوب ګڼی۔ دَ الله تعالیٰ سره دَ چا دَ خپلولیٔ رشته نهٔ شی کېدے۔ دَ هغهٔ محبّت اؤ رحم خو پهٔ اطاعت اؤ فرمانبرداریٔ ګټلے شی۔ داسې نافرمانه قوم دَ الله دَ محبّت دعویٰ څنګه کؤلے شی۔ دَ نوحؑ ځوئے دَ هغهٔ خپل اولاد وهٔ ، خو چې نافرمانه وهٔ نو الله تعالیٰ ورته فرمائی: اِنَّہٗ لَیْسَ مِنْ اَہْلِکَ اِنَّہٗ عَمَلٌ غَیْرُ صَالِحٍؕ (دا ستا ځوئے نهٔ دے دَ دهٔ عمل صالح نهٔ دے)
ف۷۹: بَشَرٌ پهٔ اصل لغت کښې دَ څرمنې بهرنی مخ ته وئیلے شی۔ بیا پهٔ دې وجه (چې دَ بنیادم ظاهری څرمن دَ وېښتو نه پاکه اؤ څرګنده وی ، دَ نورو څاروو غوندې وېښتو کښې پټه نهٔ وی) بَشَرٌ دَ بنیادم پهٔ معنیٰ کښې استعمالیږی۔ شاید چې دلته دې لفظ اختیارؤلو کښې دا نکته وی چې تاسو دَ الله اولاد اؤ محبوب خو څهٔ چې یو شریف انسان اؤ ښهٔ بنیادم هم درته نهٔ شی وئیلے۔ هسې پهٔ ظاهری شکل دَ بنیادمو پهٔ شان ییٔ اؤ څنګه چې نور بنیادم پیدا کیږی دغسې پیدا شوی ییٔ۔ دَ نورو بنیادمو نه څهٔ بیل قسم نهٔ ییٔ نو دَ الله دَ اولاد کېدو خیال مو دَ کومې راپیدا شو۔
ف۸۰: ځکه چې هم هغه پهٔ دې پوهیږی چې څوک دَ معافۍ قابل دے اؤ څوک دَ سزا حقدار دے۔
ف۸۱: نو څوک چې پهٔ خپل رحم اؤ حکمت معاف کوی یا ورته پهٔ خپل عدل اؤ انصاف سزا ورکوی نو دَ هغهٔ مخې ته څوک راتلے شی؟ نهٔ دَ مجرم دا طاقت شته چې پهٔ دنیا کښې دَ الله دَ حکومت، دَ زمکې اؤ آسمانونو نه چرته بل خوا لاړ شی۔ اؤ نهٔ پس دَ مرګه پهٔ بل ژوند کښې دَ هغهٔ دَ طاقت نه چرته دَ خلاصی رؤ شته۔
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ عَلٰی فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا جَآءَنَا مِنْۢ بَشِیْرٍ وَّ لَا نَذِیْرٍ١٘ فَقَدْ جَآءَكُمْ بَشِیْرٌ وَّ نَذِیْرٌ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۠۝۱۹
اے دَ کتاب خاوندانو! راغلے دے تاسو ته زمونږ رسول چې ظاهروی تاسو ته (حکمونه) ف۸۲ دَ رسولانو دَ بندېز نه پس چې تاسو دا ونهٔ وئیلے شیٔ چې مونږ ته خو نهٔ وهٔ راغلے څوک زېرے راکؤنکے اؤ نهٔ دَ عذاب نه ویرونکے نو اوس راغلو تاسو ته زېرے اورؤنکے اؤ دَ عذاب نه ویرؤنکے ، ف۸۳ اؤ الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قدرت لری۔ ف۸۴
ف۸۲: یعنی زما احکام ډېر پهٔ تفصیل سره صفا صفا بیانوی۔ دَ دې رکوع دَ شروع نه دَ بنی اسرائیلو اؤ عیسایانو مختلف قسم شرارتونه اؤ حماقتونه دې دپاره بیان شوی دی چې اوس چې زما رسولﷺ تاسو ته راغلو چې ستاسو غلطیٔ څرګندوی اؤ تاسو دَ تیرو نه رڼا ته راوباسی نو دَ هغهٔ خبره ومنیٔ اؤ دَ هغهٔ نه هدایت حاصل کړیٔ۔ دا رڼا حاصلؤل پهٔ دوو خبرو موقوف دی۔ اول خو دا چې دَ الله تعالیٰ صحیح معرفت حاصل کړیٔ۔ دَ خالق اؤ دَ مخلوق فرق وپیژنیٔ اؤ دَ الله متعلق غلطې عقیدې اؤ حضرت مسیحؑ ته الله یا ابن الله وئیل پرېږدیٔ۔ دَ آیت لَقَدْ کَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْا نه تر دې پورې دَ دې عقیدې صحیح کؤلو بیان وهٔ۔ دویمه خبره دا ده چې پهٔ خاتم الانبیاء محمّدﷺ باندې ایمان راؤړیٔ چې هغه دَ ټولو مخکښینیو نبیانو دَ کمالاتو جامع اؤ دَ الهامی شریعتونو دَ ټولو نه لوئے اؤ آخری شارح اؤ دَ شریعتِ الٰهی مکمّل کؤنکے دے۔ دا حصه پهٔ آیت یٰٓاَہْلَ الْکِتٰبِ (الآیة)کښې واضحه شوے ده۔
ف۸۳: دَ حضرت عیسٰیؑ نه پس تقریبًا شپږ سوه (۶۰۰) کاله دَ نبیانو دَ راتلو سلسله بنده شوے وه۔ تمامه دنیا دَ جهل ۔ غفلت ۔ وهمونو اؤ نفسانی خواهشاتو پهٔ تورو تیرو کښې ډوبه وه۔ دَ ظلم ۔ زیاتئ ۔ فساد اؤ کُفر تورې وریځې پهٔ دنیا راخورې وې۔ دَ هدایت رڼا تته شوے وه۔ پهٔ دغه وخت کښې دَ ټولې دنیا دَ اصلاح اؤ دَ دنیا نه دَ کُفر اؤ ظلم دَ تیرو ورکؤلو اؤ دَ هدایت رڼا خورؤلو دپاره الله تعالیٰ دَ ټولو نه لوئے هادی ۔ بشیر اؤ نذیز ۔ آخری نبی راواستؤلو چې جاهلانو ته دَ دنیا اؤ آخرت دَ کامیابیٔ لار وښئی۔ غافلان پهٔ انذار اؤ تخویف رابیدار کړی ، اؤ کم همته خلق پهٔ خوشخبریو راوچت کړی اؤ دغه شان پهٔ تمام مخلوق باندې الله تعالیٰ خپل حُجّت تمام کړو۔ اوس ېٔ څوک منی اؤ هدایت قبلوی اؤ کهٔ نه۔
ف۸۴: یعنی کهٔ تاسو دَ دغه آخری پېغمبرﷺ خبره نهٔ منیٔ نو الله تعالیٰ پهٔ دې قادر دے چې تاسو ټول تباه کړی اؤ یو بل قوم داسې راپورته کړی چې دَ هغهٔ پېغام پوره پوره قبول کړی اؤ دَ هغهٔ دَ پېغمبر مرسته وکړی۔ دَ الله کار څهٔ پهٔ تاسو پورې ایسار نهٔ دے۔
وَ اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ جَعَلَ فِیْكُمْ اَنْۢبِیَآءَ وَ جَعَلَكُمْ مُّلُوْكًا١ۖۗ وَّ اٰتٰىكُمْ مَّا لَمْ یُؤْتِ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ۝۲۰
اؤ چې ووې موسٰی خپل قوم ته ، اے قومه! یاد کړیٔ دَ الله احسان پهٔ تاسو باندې ف۸۵ چې پیدا ېٔ کړل پهٔ تاسو کښې نبیان ، ف۸۶ اؤ کړیٔ ېٔ تاسو بادشاهان ، ف۸۷ اؤ در ېٔ کړل تاسو ته هغه څهٔ چې نهٔ ېٔ وو ورکړی بل هېچا ته پهٔ جهان کښې، ف۸۸
ف۸۵: پهٔ موضع القرآن کښې لیکلی دی چې حضرت ابراهیمؑ چې دَ خپل پلار وطن پرېښو اؤ شام طرف ته ېٔ هجرت وکړو نو ډېرې مودې پورې دَ هغهٔ اولاد نهٔ وهٔ۔ بیا ورته الله تعالیٰ خوشخبری ورکړه چې تا ته به زهٔ ډېر اولاد درکړم ، دَ شام دَ ملک جکومت به دَ هغوی وی۔ نبوّت ، دین ، کتاب اؤ بادشاهی به هم ورسره وی۔ بیا الله تعالیٰ دَ موسٰیؑ پهٔ زمانه کښې هغه وعده پوره کړه۔ بنی اسرائیل ېٔ دَ فرعون دَ بیګار نه خلاص کړل اؤ فرعون ېٔ پهٔ سیند کښې لاهو کړو۔ بیا ېٔ بنی اسرائیلو ته ووې چې دَ عمالقه قوم سره جهاد وکړیٔ۔ دغسې ېٔ دَ شام ملک فتح کړو۔ حضرت موسٰیؑ دَ بنی اسرائیلو پهٔ دولس(۱۲) قبیلو کښې دولس سرداران مقرر کړی وو۔ دغه سرداران ېٔ مخکښې واستؤل چې دَ شام دَ وطن حال احوال راؤړی۔ هغوی چې واپس شو نو دَ شام دَ آبادیٔ اؤ زرخېزیٔ ډېر صفتونه ېٔ وکړل اؤ پهٔ هغې دَ قابض قوم عمالقه ډېر زور اؤ طاقت ېٔ بیان کړو۔ موسٰیؑ ورته ووې چې تاسو لاړ شیٔ قوم ته دَ ملکِ شام صفتونه بیان کړیٔ خو دَ عمالقه دَ زور اؤ طاقت خبرې ورته مهٔ کویٔ۔ هغؤی چې لاړل نو دوؤ کسانو دَ موسٰیؑ پهٔ خبره عمل وکړو۔ اؤ باقی لسو(۱۰) کسانو ونهٔ کړو ، هغوی دَ عمالقه زور اؤ طاقت هم بیان کړو۔ نو بنی اسرائیل پهٔ جهاد کښې سست شو اؤ مصر ته ېٔ دَ واپس تلو نیت وکړو۔ دَ دې نافرمانیٔ پهٔ وجه دَ شام ملک فتح کؤلو کښې څلوېښت کاله تېر شو۔ دغه څلوېښت کاله بنی اسرائیل پهٔ یو ځنګل کښې سرګردانه ګرځېدل۔ دَ واپس تلو لاره ترې نه الله تعالیٰ خطا کړه۔ پهٔ دې زمانه کښې هغه خلق ټول ختم شو چا چې پهٔ جهاد کښې سستی کړے وه۔ بل نسل رالوئے شو ، هغه لس(۱۰) سرداران هم مړهٔ شو۔ صرف هغه دوه سرداران ژوندی وو ، هغوی دَ موسٰیؑ نه پس دَ هغهٔؑ خلیفه ګان شو ، اؤ دَ هغوی پهٔ لاس شام فتح شو۔
ف۸۶: یعنی دَ ابراهیمؑ نه پس څومره نبیان تاسو کښې راغلی دی۔ لکه اسماعیلؑ ، اسحاقؑ ، یعقوبؑ ، یوسفؑ ، موسٰیؑ اؤ هارونؑ۔ بیا دَ هغوی نه پس هم تر ډېرې مودې دَ نبوت سلسله بنی اسرائیلو کښې جاری وه۔
ف۸۷: یعنی دَ فرعون دَ غلامیٔ نه ېٔ خلاص کړیٔ اؤ دَ هغوی پهٔ مال اؤ ملک باندې قابض شویٔ ا ؤ بادشاهی پهٔ لاس درغله۔ یوسفؑ ته دَ مصر خزانې اؤ حکومت ورکړې شوے وهٔ۔ بیا حضرت سلیمانؑ نبی هم وهٔ اؤ بادشاه هم۔ ګویا کښې دَ دین اؤ دنیا دواړو اعلیٰ درجې ورکړې شوې۔
ف۸۸: یعنی پهٔ دغه وخت کښې کله چې موسٰیؑ ته دا خطاب کېدو۔ پهٔ ټوله دنیا کښې دَ بنی اسرائیلو نه زیات انعام اؤ مهربانی پهٔ بل هېچا نهٔ وه شوے۔ دَ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ معنیٰ عامه اخستل صحیح نهٔ دی۔ ځکه چې دَ اُمّتِ محمّدیﷺ متعلق خپله پهٔ قرآن کریم کښې ارشاد دے: کُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّۃٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ
یٰقَوْمِ ادْخُلُوا الْاَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِیْ كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ وَ لَا تَرْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ۝۲۱
اے قومه! ننوځیٔ پاکې زمکې ته کومه چې مقرر کړے ده الله ستاسو دپاره ف۸۹ اؤ مهٔ واپس کېږیٔ پهٔ شا۔ ګنی پهٔ نقصان کښې به پرېوځیٔ۔ ف۹۰
ف۸۹: یعنی الله تعالیٰ دَ دې نه مخکښې دَ ابراهیمؑ سره وعده کړے وه چې ستا اولاد ته به دا ملک ورکؤم۔ دَ الله تعالیٰ وعده ضرور پوره کیږی۔ خوش قسمته هغه کسان دی دَ چا پهٔ لاس چې پوره شی۔
ف۹۰: یعنی پهٔ جهاد کښې دَ سستیٔ اؤ بې همتیٔ پهٔ وجه بیا دَ غلامیٔ ژوند ته مهٔ واپس کېږیٔ۔
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّ فِیْهَا قَوْمًا جَبَّارِیْنَ١ۖۗ وَ اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَا حَتّٰی یَخْرُجُوْا مِنْهَا١ۚ فَاِنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا فَاِنَّا دٰخِلُوْنَ۝۲۲
هغوی ووېٔ اے موسٰی هلته یو قوم دے زبردست، ف۹۱ اؤ مونږ به هېچرې ورننه نهٔ وځو هغې ته ، تر دې چې هغوی ترې ووځی ، بیا کهٔ هغوی ترې ووتل نو مونږ به ضرور ورننوځو ، ف۹۲
ف۹۱: یعنی ډېر مضبوط اؤ طاقتور۔
ف۹۲: یعنی پهٔ مونږ کښې دَ داسې طاقتور قوم سره دَ جنګ طاقت نشته۔ مونږ خو به دلته ناست یو ، تیاره به خورو۔ کهٔ تهٔ دَ معجزې پهٔ طاقت ویستې شې نو ډېره ښهٔ ده ، زمونږ نه خو نهٔ کیږی۔
قَالَ رَجُلٰنِ مِنَ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمَا ادْخُلُوْا عَلَیْهِمُ الْبَابَ١ۚ فَاِذَا دَخَلْتُمُوْهُ فَاِنَّكُمْ غٰلِبُوْنَ١ۚ۬ وَ عَلَی اللّٰهِ فَتَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۲۳
ووېٔ دَ الله نه ویرېدونکیو کښې دوه کسانو چې دَ الله احسان وهٔ پهٔ هغوی۔ ف۹۳ پهٔ دروازه ورننوځیٔ حمله کونکی ، بیا چې تاسو ورننوتیٔ نو هم تاسو به غالب ییٔ۔ ف۹۴ اؤ پهٔ الله باندې اعتماد وکړیٔ ، کهٔ ستاسو یقین وی۔ ف۹۵
ف۹۳: دغه دوه کسان یو شع ابن نُون اؤ کالب بن یوفنا وو۔ چې دَ الله نه ویرېدل۔ ځکه ېٔ دَ عمالقه ویره پهٔ زړهٔ کښې نهٔ وه۔
: ؔ ہر کہ تر سید از حق و تقویٰ گزید تر سد ازوے جن و انس و ہر کہ دید
ف۹۴: یعنی تاسو همّت کړیٔ۔ دَ ښار تر دروازې خو لاړ شیٔ۔ بیا به الله تعالیٰ تاسو ته فتح درکړی۔ الله پاک دَ هغه چا امداد کوی څوک چې خپله هم څهٔ لاس ښپه خوزوی۔
ف۹۵: معلومه شوه چې دَ جائز اسبابو ترک کؤل توکّل نهٔ دے۔ توکّل دا دے چې دَ یو نیک مقصد دپاره بنده خپل انتهائی کوشش وکړی۔ اؤ څومره جائز ذرائع چې پهٔ لاس ورځی هغه ټول استعمال کړی۔ اؤ بیا دَ کامیابیٔ دپاره پهٔ الله تعالیٰ اعتماد وکړی۔ پهٔ خپل طاقت اؤ سبابو غاوره کیږی نه۔
باقی دا چې خپل کوشش پرېښؤل اؤ دَ الله پهٔ اسره تش لاس کښیناستل توکّل نهٔ دے ، تعطّل دے۔
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَاۤ اَبَدًا مَّا دَامُوْا فِیْهَا فَاذْهَبْ اَنْتَ وَ رَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ۝۲۴
دوی ووې اے موسٰیؑ مونږ به هرګز ورنهٔ شو ټول عمر تر څو چې دوی پهٔ دې کښې وی ، نو تهٔ لاړ شه اؤ ستا رب ، اؤ تاسو دواړه هغوی سره جنګ وکړیٔ ، مونږ خو دلته ناست یو، ف۹۶
ف۹۶: دا دَ هغه قوم وینا ده چا چې ځان ته اَبْنَاء اللہ اؤ اَحِبَّاءُہٗ وئیل۔ دا دَ ګستاخۍ الفاظ دَ هغوی دَ دائمی سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ نه څهٔ بعید نهٔ دی۔ هغوی وو هم دغه شان۔
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِیْ وَ اَخِیْ فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَ بَیْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ۝۲۵
ووې موسٰیؑ ، اے زما ربه! زما اختیار کښې نهٔ دے سوا دَ خپل ځان اؤ ورور نه ، ف۹۷ نو جدائی راوله زمونږ اؤ دَ دې نافرمانه قوم ترمینځه۔
ف۹۷: حضرت موسٰیؑ ډېر خفه شو اؤ دا دعا ېٔ وکړه۔ چې ټول قوم نافرمانی اؤ بزدلی کړے وه نو پهٔ دعا کښې ېٔ سوا دَ خپل ځان اؤ خپل ورور نه چې هغه هم پاک نبی وهٔ ، دَ بل چا څهٔ ذکر ونهٔ کړو۔ هغه دوه سرداران چا چې نافرمانی نهٔ وه کړے هغوی خپله دَ دوی سره دعا کښې شامل شو تبعًا۔
قَالَ فَاِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَیْهِمْ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً١ۚ یَتِیْهُوْنَ فِی الْاَرْضِ١ؕ فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ۠۝۲۶
الله ووې ، دا زمکه حرامه کړې شوه پهٔ دوی باندې څلویښت کاله سرګردانه به ګرځی پهٔ وطن کښې ، نو تهٔ افسوس مهٔ کوه پهٔ نافرمانه قوم باندې۔ ف۹۸
ف۹۸: دَ جدایئ دعا پهٔ حسّی اؤ ظاهری طور قبوله نهٔ شوه۔ البته معنوی جدائی ېٔ ترمینځه راغله چې هغوی ټول خو پهٔ عذابِ الٰهی کښې ګرفتار وو ، سرګردانه اؤ پرېشانه ګرځېدل ، اؤ حضرت موسٰیؑ اؤ هارونؑ پهٔ پوره اطمعنان اؤ قلبی سکون سره پهٔ خپل تبلیغی اؤ اصلاحی کار کښې مشغول وو۔ دَ دې مثال داسې دے۔ لکه پهٔ یو کلی کښې چې څهٔ وبا راشی۔ پهٔ زرګونو خلق ناجوړه وی۔ څو کسه پکښې جوړ وی اؤ ښهٔ تکړه وی۔ دَ بیمارانو علاج معالجه اؤ نور خدمت کوی اؤ خبر ېٔ اخلی۔ کهٔ دلته دَ فا فرق بیننا ترجمه دَ جدائی راولې پهٔ ځائې فیصله وکړې ، کېدے شوې نو معنیٰ به ېٔ نوره هم څرګنده شوے وه۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې دا ټوله قصه بنی اسرائیلو ته ځکه واورؤلے شوه چې کهٔ تاسو دَ نبی آخر الزمان ملګرتیا نهٔ کویٔ لکه ستاسو نیکونو چې دَ موسٰیؑ ملګرتیا پریٔښې وه ، اؤ دَ جهاد نه وروستو شوی وو۔ نو دا نعمت به بل قوم ته ورکړې شی۔ اؤ هم دغسې وشوه۔ یو ساعت دپاره دا ټوله رکوع رامخې ته کړیٔ اؤ دَ دې پهٔ رڼا کښې دَ اُمّتِ محمّدیﷺ پهٔ حالاتو نظر واچویٔ نو تاسو ته به معلومه شی چې اُمّتِ محمّدیﷺ ته الله تعالیٰ هغه نعمتونه ورکړی دی کوم چې ېٔ نهٔ مخکښې اُمتونو ته ورکړی دی اؤ نهٔ به ېٔ چا ته ورکړی۔ دَ اُمّتِ محمّدیﷺ دپاره خاتم الانبیاء دَ ابدی شریعت سره راواستؤلو۔ پهٔ دې اُمت کښې ېٔ داسې عالمان اؤ امامان پیدا کړهٔ چې نبیان نهٔ دی خو دَ نبیانو کار (تبلیغ اؤ اصلاح) پهٔ ښهٔ شان سره ترسره کوی۔ داسې خلفاء اؤ مشران پکښې پیدا شو چې ټولې دنیا ته ېٔ دَ اخلاقو اؤ دَ سیاست دَ اصولو درس ورکړو۔ دې اُمت ته هم دَ جهاد حکم شوے وهٔ۔ یواځې دَ یو زبردست سرکش قوم پهٔ مقابله کښې نه بلکې دَ ټولې دنیا دَ ظالمانو اؤ جابرانو پهٔ مقابله کښې اؤ یواځې دَ ملک شام زمکه فتح کؤل نه بلکې دَ مشرق نه تر مغرب پورې پهٔ ټوله زمکه دَ حق کلمې وچتؤلو اؤ فتنې ورکؤلو دپاره بنی اسرائیلو سره الله تعالیٰ دَ ارضِ مقدّس وعده کړے وه اؤ دې اُمت ته ېٔ فرمائیلی دی: وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَیَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْاَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١۪ وَ لَیُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِیْنَهُمُ الَّذِی ارْتَضٰی لَهُمْ وَ لَیُبَدِّلَنَّهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ خَوْفِهِمْ اَمْنًا١ؕ (سورة نور ، رکوع ۷، آیت ۵۵) کهٔ موسٰیؑ بنی اسرائیل پهٔ جهاد کښې دَ شاته کېدو نه منع کړی وو۔ نو دې اُمت ته هم الله تعالیٰ داسې خطاب کړے دے: یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوْهُمُ الْاَدْبَارَۚ (سورة انفال ،رکوع ۲، آیت ۱۵)
نتیجه دا شوه چې دَ موسٰیؑ ملګری خو دَ قوم عمالقه نه وهٔ ویرېدل ، دَ جهاد نه انکاری شو بلکې تر دې ېٔ موسٰیؑ ته ووې چې اَذْهَبْ اَنْتَ وَ رَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ (تهٔ اؤ ستا رب دې لاړ شی دَ کفارو سره دې جنګ وکړی مونږ خو دلته ناست یو) لېکن دَ نبی آخر الزمان ملګریو هغهٔ ته ووې کهٔ تهٔ مونږ ته دَ سمندر پهٔ چپو کښې دَ ورننوتو حکم راکړې نو مونږ به بې خطره ور ودانګو۔ یو کس به هم رانه پاتې نهٔ شی۔ تا ته به الله تعالیٰ زمونږ دَ طرف نه هغه کارونه وښئی چې ستا به زړهٔ یخ شی۔ مونږ به دَ خپل پېغمبر سره ښی لاس ته اؤ ګس لاس ته اؤ دَ هغهٔ نه وړاندې اؤ وروستو دَ کافرو سره جنګیږو۔ مونږ هغه خلق نهٔ یو چا چې موسٰیؑ ته وئیلی وو۔ اَذْهَبْ اَنْتَ وَ رَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ دَ دې نتیجه دا شوه چې څومره موده (څلویښت کاله) یهودیان پهٔ وادی تیهه کښې سرګردان ګرځېدل۔ دَ هغې نه پهٔ کم وخت کښې دَ نبی آخر الزمانﷺ اصحابوؓ پهٔ مشرق اؤ مغرب کښې دَ هدایت اؤ ارشاد نشانونه ښخ کړل۔ رَضِی اللہُ عَنْہُمْ وَ رَضُوْا عَنْہُ ذٰلِکَ لِمَنْ خَشِیَ رَبَّہٗؕ
وَ اتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ ابْنَیْ اٰدَمَ بِالْحَقِّ١ۘ اِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ اَحَدِهِمَا وَ لَمْ یُتَقَبَّلْ مِنَ الْاٰخَرِ١ؕ قَالَ لَاَقْتُلَنَّكَ١ؕ قَالَ اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللّٰهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ۝۲۷
اؤ واوروه دوی ته یقینی حال دَ آدمؑ دَ دوؤ ځامنو، ف۹۹ چې نذر ومنلو دواړو څهٔ نذر ، نو قبول کړې شو دَ یوهٔ نه اؤ قبول نهٔ کړې شو دَ بل نه۔ ف۱۰۰ هغهٔ ووې زهٔ به دې مړ کړم، ف۱۰۱ بل ورته ووې ، بې شکه الله قبلوی دَ پرهېزګارو نه۔ ف۱۰۲
ف۹۹: دَ آدمؑ دَ دوؤ خپلو ځامنو قابیل اؤ هابیل قصه دوی ته واؤروه۔ ځکه چې پهٔ دې کښې دَ یو ورور دَ بل ورور پهٔ تقویٰ اؤ مقبولیت دَ حسد کؤلو اؤ پهٔ دې غصه کښې ېٔ دَ هغهٔ پهٔ ناحقه قتل کؤلو ذکر دے اؤ دَ ناحقه وینې بیؤلو انجام بیان شوے دے۔ پهٔ مخکښې رکوع کښې دا بیان شوی وو چې بنی اسرائیلو ته دا حکم شوے وهٔ چې دَ ظالم اؤ جابر قوم سره جهاد وکړیٔ نو هغوی دَ ویرې وتښتېدل۔ دلته دَ قابیل اؤ هابیل قصه بیانؤل دَ دې تمهید دے چې دَ پرهېزګارو اؤ نیکو بندګانو قتل چې سخت جرم دے اؤ دَ کوم نه چې الله تعالیٰ ډېره سخته منع کړے ده ، بنی اسرائیل دې دپاره هر وخت تیار دی۔ وړومبے ېٔ هم ډېر نبیان قتل کړی دی اؤ اوس هم دَ الله تعالیٰ دَ ټولو نه لوئے اؤ آخری پېغمبر سره کینه اؤ حسد کوی اؤ دَ هغهٔﷺ دَ مرګ صلاح ګانې کوی۔ نو دَ کوم چې ورته حکم شوے وهٔ هغې ته خو تیار نهٔ دی اؤ دَ کوم نه چې منع شوی دی ، دَ پرهیزګارو اؤ نبیانو قتل اؤ سازشونو ته هر وخت تیار دی۔ اؤ وعده دا کوی چې مونږ دَ الله تعالیٰ دوستان یُو۔ دَ آیت پهٔ دې تفسیر سره دَ قابیل اؤ هابیل قصه اؤ پهٔ هغې باندې دَ مِنْ اَجَلِ ذٰلِکَ تفریح ټول تمهید دے۔ دَ هغې مضمون کوم چې آخر کښې وَ لَقَدْ جَآءَتْہُمْ رُسُلُہُمْ کښې بیان شوے دے۔
ف۱۰۰: یعنی آدمؑ چې دَ خپلې قاعدې اؤ قانون مطابق کومه جینۍ هابیل ته پهٔ نکاح کؤله قابیل دَ هغې طلبګار شو۔ آخر دَ آدمؑ پهٔ حکم دواړو دَ الله پهٔ دربار کښې څهٔ قربانی پیش کړه چې دَ چا قربانی منظوره شوه جینۍ به دَ هغهٔ شی۔ دَ آدمؑ دا یقین وهٔ چې هابیل پهٔ حقه دے۔ دَ دهٔ قربانی به منظوریږی اؤ هم دغسې وشوه دَ آسمان نه اور راغلو اؤ دَ هابیل قربانی ېٔ وخوړه اؤ دغه پهٔ هغه زمانه کښې دَ قبلېدو علامه وه۔
ف۱۰۱: قابیل چې دا ولیدهٔ نو دَ حسد پهٔ اور کښې وسوزېدو اؤ پهٔ غصه کښې ېٔ ورور ته دَ قتل دهمکی ورکړه۔
ف۱۰۲: هابیل ورته ووې پهٔ دې کښې زما څهٔ ګناه ده ، دَ الله سره خو دَ چا زور نشته دَ هغهٔ سره خو دَ تقویٰ قدر دے۔ یعنی زما دَ قربانیٔ قبلېدو وجه تقویٰ ا ؤفرمانبرداری ده ، تهٔ هم پهٔ دې لار روان شه نو الله ته به نژدے شې۔
لَىِٕنْۢ بَسَطْتَّ اِلَیَّ یَدَكَ لِتَقْتُلَنِیْ مَاۤ اَنَا بِبَاسِطٍ یَّدِیَ اِلَیْكَ لِاَقْتُلَكَ١ۚ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ۝۲۸
کهٔ تا پهٔ ما لاس وچت کړو دَ مرګ دپاره۔ نو زهٔ به (بیا هم) لاس در وچت نهٔ کړم ستا دَ مرګ دپاره۔ ف۱۰۳ زهٔ ویرېږم دَ الله نه چې پروردګار دے دَ ټول جهان۔ ف۱۰۴
ف۱۰۳: شاه عبد القادر صاحب لیکلی دی کهٔ یو سړے څوک پهٔ ناحقه وژنی نو هغهٔ ته حق دے چې ظالم ووژنی اؤ کهٔ صبر وکړی نو دَ شهادت درجه به ورکړې شی۔ دا حکم دَ مسلمان پهٔ مقابله کښې دے۔ اؤ کوم ځائې کښې چې پهٔ بدله اخستو اؤ مقابله کؤلو کښې شرعی مصلحت اؤ ضرورت وی هلته کښې وروستو کېدل جائز نهٔ دی۔ لکه دَ کافرانو اؤ اغیارو سره جنګ کؤل ضروری دی۔ وَ الَّذِیْنَ اِذَآ اَصَابَہُمُ الْبَغْیُ ہُمْ یَنْتَصِرُوْنَ (الآیة) (سوره شورٰی رکوع ۴ ۔ آیت۳۹)
ف۱۰۴: یعنی زهٔ دَ تا نه ویرېږم نه ، خو دَ الله دَ ویرې دَ ورور پهٔ وینو لاس رنګؤلو نه ځان ساتم۔ حضرت ایوب سختیانیؒ فرمائی چې پهٔ اُمتِ محمّدیﷺ کښې چې اول چا پهٔ دې آیت عمل کړے دے هغه امیر المؤمنین حضرت عثمانؓ دے۔ چا چې شهادت قبول کړو خو دَ مسلمان وینه بیؤل ېٔ منظور نهٔ کړه۔ (ابن کثیر)
اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ تَبُوْٓءَاۡ بِاِثْمِیْ وَ اِثْمِكَ فَتَكُوْنَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ١ۚ وَ ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَۚ۝۲۹
زهٔ دا غواړم چې تهٔ واخلې زما ګناه هم اؤ خپله ګناه هم، ف۱۰۵ نو شې به تهٔ پهٔ دوزخیانو کښې۔ اؤ هم دغه سزا ده دَ ظالمانو۔ ف۱۰۶
ف۱۰۵: یعنی دَ خپلو نورو ګناهونو سره زما دَ قتل دَ ګناه پېټے هم پهٔ سر کړه۔ ابن جریرؒ لیکلی دی چې دَ (بِاِثْمِیْ) پهٔ دې معنیٰ (یعنی زما دَ قتل ګناه) دَ ټولو مفسرینو اتفاق دے۔ اؤ چا چې دا لیکلی دی چې دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ مظلوم ټول ګناهونه دَ ظالم پهٔ غاړه اچؤلے شی۔ دا خبره هم تر څهٔ حده صحیح ده خو دَ دې آیت تفسیر دا نهٔ دے۔ اوس دَ هابیل دَ خبرې خلاصه دا ده کهٔ تا خامخا زما دَ مرګ نیت کړے وی اؤ دا پېټے پهٔ خپل سر اخلې نو ما هم نیت کړے دے چې زهٔ به دَ ځان بچ کؤلو کوشش نهٔ کوم۔ چې څهٔ دے خوښه وی هغه وکړه۔
ف۱۰۶: یعنی ستا دَ ټول عمر ګناهونه خو به ستا پهٔ غاړه وی۔ چې زما دَ قتل دا پېټے به پرې زیاتی شی اؤ زما به دَ مظلوم کېدو پهٔ وجه څهٔ ګناهونه کم شی۔
فَطَوَّعَتْ لَهٗ نَفْسُهٗ قَتْلَ اَخِیْهِ فَقَتَلَهٗ فَاَصْبَحَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۳۰
نو راضی کړو هغهٔ خپل نفس دَ ورور پهٔ مرګ باندې، ف۱۰۷ اؤ هغه ېٔ مړ کړو ، نو پهٔ تاوانیانو کښې شمار شو۔ ف۱۰۸
ف۱۰۷: شاید چې پهٔ اول اول کښې ېٔ پکښې څهٔ زړهٔ وهلو خو ورو ورو سرکشه نفس ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ قتل خیال پوخ کړو۔ دغسې کیفیت دَ هرې ګناه پهٔ اول کښې وی۔
ف۱۰۸: پهٔ دنیا کښې خو ېٔ تاوان وکړو چې دَ یو ورور نه چې هم دَ دهٔ مټې وې محروم شو اؤ پهٔ خپله لېونے مړ شو۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی چې (ظلم) اؤ (قطع رحم ، دَ خپلویٔ خیال نهٔ ساتل) دا دوه ګناهونه داسې دی چې دَ آخرت نه علاوه دَ دې سزا پهٔ دنیا کښې هم ورکؤلے شی اؤ دَ آخرت تاوان ېٔ دا وکړو چې دَ ظلم ، قطع رحم ، قتل عمد اؤ بد امنیٔ اول بنیاد دَ دهٔ پهٔ کېښودو ، سره دَ دې کارونو خپله ګناه ېٔ هم پهٔ سر شوه اؤ تر آخرته چې څوک داسې ګناه کوی هغې کښې به هم ورته برخه رسی۔ څنګه چې حدیث شریف کښې راځی چا چې پهٔ دنیا کښې دَ یو نیک کار بنیاد کېښو ، تر آخرته چې څوک هغه کار کوی دې سړی ته به پکښې ثواب رسی اؤ چا چې دَ یو ناکاره کار بنیاد کېښو تر آخرته چې څوک هغه کار کوی دا سړے به ورسره پهٔ ګناه کښې شریک وی۔
فَبَعَثَ اللّٰهُ غُرَابًا یَّبْحَثُ فِی الْاَرْضِ لِیُرِیَهٗ كَیْفَ یُوَارِیْ سَوْءَةَ اَخِیْهِ١ؕ قَالَ یٰوَیْلَتٰۤی اَعَجَزْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِثْلَ هٰذَا الْغُرَابِ فَاُوَارِیَ سَوْءَةَ اَخِیْ١ۚ فَاَصْبَحَ مِنَ النّٰدِمِیْنَ٤ۚۛۙ۝۳۱
بیا الله راواستؤلو یو کارغهٔ چې زمکه ېٔ کنسته چې هغهٔ ته وښیٔ چې څنګه دَ خپل ورور لاش پټ کړی۔ هغهٔ ووې افسوس دے زما نه دومره هم ونهٔ شو چې دَ دې کارغهٔ پهٔ شان شم ، چې دَ خپل ورور لاش چرته ښخ کړم۔ ف۱۰۹ نو بیا هغه (پهٔ خپلو کړو) ډېر ستومانه شو۔ ف۱۱۰
ف۱۰۹: دَ دې نه مخکښې تر اوسه څوک بنیادم مړ شوے نه وهٔ۔ نو دَ مرګ نه پس هغه نهٔ پوهېدو چې اوس دَ مړ ورور سره څهٔ چل وکړی۔ آخر ېٔ یو کارغهٔ ولیدو چې پهٔ پنجو زمکه کنی اؤ یو بل مړ کارغهٔ پکښې پټوی۔ دا چې ېٔ ولیدل نو سوچ ورته راغلو چې ماته هم داسې چل پکار دے ، اؤ پهٔ دې ورته افسوس هم ورغلو چې زما نه دا کارغهٔ هم هوښیار وهٔ۔ زما دومره فکر هم نهٔ وهٔ۔ زهٔ دَ دې کارغهٔ نه هم لاندې یم۔ شاید چې پهٔ دې طریقه ورته الله تعالیٰ خبردارې ورکړو چې دَ خپل ځان نه لږ وشرمیږی اؤ پهٔ دې خپل کار پښېمانه شی۔ پهٔ ځناورو کښې کارغهٔ یو داسې څیز دے چې دَ خپل جنس مړے ووینی نو ډېر شور جوړ کړی۔
ف۱۱۰: پهٔ ګناه هغه پښېمانی فائده ورکوی چې ورسره دَ ګناه نه توبه وېستل اؤ معافی غوښتل هم وی۔ پهٔ دې موقع خو دې پهٔ ګناه نهٔ وهٔ پښېمانه شوے۔ صرف پهٔ خپله بې وقوفیٔ افسوس ورغلے وهٔ۔ اؤ پهٔ خپله بدحالیٔ پښېمانه وهٔ۔
مِنْ اَجْلِ ذٰلِكَ١ؔۛۚ كَتَبْنَا عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَنَّهٗ مَنْ قَتَلَ نَفْسًۢا بِغَیْرِ نَفْسٍ اَوْ فَسَادٍ فِی الْاَرْضِ فَكَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیْعًا١ؕ وَ مَنْ اَحْیَاهَا فَكَاَنَّمَاۤ اَحْیَا النَّاسَ جَمِیْعًا١ؕ وَ لَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَیِّنٰتِ١٘ ثُمَّ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ فِی الْاَرْضِ لَمُسْرِفُوْنَ۝۳۲
پهٔ دې وجه مونږ حکم وکړو ف۱۱۱ بنی اسرائیلو ته چې څوک چې قتل کړی یو نفس بغېر دَ بل نفس دَ بدلے نه یا بغېر دَ فساد کؤلو نه پهٔ ملک کښې ، ف۱۱۲ نو لکه چې هغهٔ قتل کړل ټول خلق۔ اؤ چا چې ژوندې پرېښود یو نفس نو ګویا چې هغهٔ ژوندی کړل ټول خلق، ف۱۱۳ اؤ راؤړی دی دوی ته زمونږ رسولانو واضح احکام ، ف۱۱۴ بیا پهٔ هغوی کښې ډېر کسان سره دَ دې هم په ملک کښې زیاتې کوی۔ ف۱۱۵
ف۱۱۱: یعنی پهٔ ناحقه قتل کښې چې کوم دَ دنیا اؤ آخرت تاوان دے اؤ کومه ناکاره نتیجه چې ېٔ ښکاره کیږی وروستو بیا قاتل هم پهٔ خپل کار پښېمانه وی اؤ افسوس کوی ځکه مونږ بنی اسرائیلو ته هدایت وکړو۔ الآیة
ف۱۱۲: پهٔ ملک کښې دَ فساد کؤلو ډېرې طریقې دی۔ مثلًا اهلِ حق دَ حق دین نه منع کؤل ، دَ پېغمبرانو سپکاوے کؤل نعوذ بالله مرتد کېدل اؤ نورو خلقو ته هم دَ مرتد کېدو ترغیب ورکؤل وغېره۔
ف۱۱۳: یعنی اول خو دَ زمکې پهٔ مخ غټه ګناه دا وشوه چې قابیل ولګېدو هابیل ېٔ قتل کړو نو دَ دې نه پس بیا دا طریقه روانه شوه۔ نورو خلقو هم دغسې کؤل۔ پهٔ دې وجه تورات کښې دا فرمائیلی شوی دی چا چې یو کس قتل کړو داسې ده لکه ټول بنیادم ېٔ قتل کړل۔ یعنی دَ یو کس پهٔ وجه نور خلق هم داسې کار کؤلو باندې زړهٔ ور شی نو پهٔ دې طریقه چا چې دَ بدامنیٔ بنیاد کېښو هغهٔ دَ ټولو بنیادمو دَ قتل اؤ بدامنیٔ دروازه پرانسته اؤ چا چې یو سړے ژوندې کړو یعنی دَ هغهٔ امداد ېٔ وکړو اؤ دَ ظالم دلاسه ېٔ خلاص کړو نو داسې ده لکه چې هغهٔ پهٔ دې طریقه ټول خلق دَ قتل نه بچ کړل۔ دَ یوې نیکیٔ بنیاد ېٔ کېښو نور خلق به بیا هم دغسې کوی اؤ مظلومان به دَ ظالمانو نه خلاصوی نو پهٔ دې طریقه هغهٔ ټول بنیادم دَ ظلم نه بچ کړل۔
ف۱۱۴: مترجم رحمة الله علیه دَ بیّنات ترجمه واضح احکام کړے ده۔ اؤ دا هم ممکنه ده چې دَ بیّنات نه مطلب هغه معجزې دی کومې چې دَ الله دَ طرفه دَ پېغمبر دَ تصدیق دپاره څرګندیږی۔
ف۱۱۵: یعنی اکثر بنی اسرائیل دَ داسې څرګندو معجزو اؤ واضحو احکامو نه پس هم دَ ظلم اؤ زیاتی دَ لارې نه وانهٔ وړېدل ، دَ پاکو پېغمبرانو قتل کؤل اؤ ناحقه وینه بیؤل دَ هغوی کسب وهٔ۔ اؤ نن هم دَ آخری نبیﷺ خلاف سازشونه کوی اؤ مسلمانانو ته دَ تکلیف رسؤلو کوشش کښې لګیا دی اؤ دومره فکر هم نهٔ کوی چې دَ تورات دَ حکم مطابق دَ یو بنیادم قتل دَ ټولو بنیادمو قتل دے نو دَ ټول نه مکمّل انسان ، دَ رب محبوب اؤ دَ الله پاکو بندګانو ته تکلیف رسؤل اؤ هغوی قتل کؤل به څومره سخت جرم وی۔ دَ الله دَ دوستانو سره جنګ خو دَ الله سره جنګ دے شاید چې پهٔ دې وجه مخکښې آیت کښې دَ هغې کسانو دَ دنیاوی اؤ اُخروی سزا ذکر شوے دے څوک چې دَ الله اؤ دَ الله دَ پېغمبر سره جنګ کوی اؤ پهٔ دنیا کښې قِسم قِسم فسادونه خوروی۔
اِنَّمَا جَزٰٓؤُا الَّذِیْنَ یُحَارِبُوْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ یَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا اَنْ یُّقَتَّلُوْۤا اَوْ یُصَلَّبُوْۤا اَوْ تُقَطَّعَ اَیْدِیْهِمْ وَ اَرْجُلُهُمْ مِّنْ خِلَافٍ اَوْ یُنْفَوْا مِنَ الْاَرْضِ١ؕ ذٰلِكَ لَهُمْ خِزْیٌ فِی الدُّنْیَا وَ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌۙ۝۳۳
هم دغه سزا ده دَ هغه خلقو چې جنګ کوی دَ الله سره اؤ دَ هغهٔ رسول سره اؤ منډې وهی پهٔ وطن کښې دَ فساد دپاره، ف۱۱۶ چې قتل کړې شی یا پهٔ سولۍ وخېژؤلے شی یا ېٔ پرې کړی شی لاسونه اؤ ښپې دَ مخالف جانب نه، ف۱۱۷ یا وشړلے شی دَ هغه ځائې نه ، ف۱۱۸ دا دَ دوی رسوائی ده پهٔ دنیا کښې اؤ دَ دوی دپاره پهٔ آخرت کښې غټ عذاب دے۔ ف۱۱۹
ف۱۱۶: دَ بدامنیٔ نه مطلب دلته اکثرو مفسرینو غلا اؤ ډاکې اخستې دے لېکن الفاظ کهٔ پهٔ خپله عامه معنیٰ پرېښوې شی نو مطلب ېٔ نور هم وسیع شی۔ دَ دې آیت کوم شانِ نزول چې پهٔ احادیثو کښې بیان شوے دے دَ هغې نه هم دَ الفاظو عموم معلومیږی۔ دَ الله اؤ رسولﷺ سره جنګ کؤل اؤ پهٔ ملک کښې فساد خورؤل دا دوه داسې جملې دی چې پکښې دَ کفارو حملې ، دَ مرتد کېدو فتنه ، غلا ډاکې ، لُوټ مار، سازشونه ، ناحقه قتلونه اؤ هر څهٔ راګیریږی۔ اؤ دا ټول جرمونه داسې دی چې دَ دې مرتکب پهٔ ذکر شویو سزاګانو کښې دَ یوې سزا خامخا حقدار کیږی۔
ف۱۱۷: یعنی ښے لاس اؤ ګسه ښپه۔
ف۱۱۸: یعنی چرته بل ځائې کښې ېٔ قید کړی څنګه چې دَ امام اعظم صاحبؒ مذهب دے۔
ف۱۱۹: دَ ډاکه مارو څلور حالته وی (۱) یا ېٔ قتل کړے وی اؤ مال ېٔ نهٔ وی وړې۔ (۲) قتل ېٔ هم کړے وی اؤ مال ېٔ هم وړې وی۔ (۳) مال ېٔ وړې وی خو قتل ېٔ نهٔ وی کړے۔ (۴) نهٔ مال پهٔ لاس ورغلے وی اؤ نهٔ ېٔ قتل کړے وی۔ دَ کامیابېدو نه مخکښې ګرفتار شی۔
دَ څلورو واړو حالتونو ېٔ دغه څلور سزاګانې دی هم پهٔ دغه ترتیب کوم چې بیان شو۔
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهِمْ١ۚ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۳۴
بې دَ هغه چا چې توبه ووېسته ستاسو پهٔ قبضه کښې دَ راتلو نه مخکښې ، نو پوه شیٔ چې الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۲۰
ف۱۲۰: یعنی دا هغه سزاګانې کومې چې دَ حدودو اؤ حقوق الله پهٔ طور وې شرعی سزاګانې دی۔ هغه دَ ګرفتاریٔ نه مخکښې توبه کؤلو باندې معاف کیږی لېکن دَ بنیادمو حق نهٔ معاف کیږی۔ مثلًا کهٔ دَ چا حق ېٔ لوټلې وی دَ هغې تاوان به ورکوی ، کهٔ قتل ېٔ کړے وی نو قصاص به ورکوی۔ البته دَ دې دَ معاف کؤلو اجازت دَ حق خاوند ته شته۔ کهٔ هغهٔ ورته خپل مال یا دَ مقتول وارث ورته قصاص معاف کړی نو معاف کېدے شی۔
تنبیه: دَ دې ذکر شویو شرعی سزاګانو نه علاوه نور حدونه لکه دَ زنا حد ، دَ شرابو څښلو حد اؤ حدِ قذف پهٔ توبه نهٔ معاف کیږی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ وَ جَاهِدُوْا فِیْ سَبِیْلِهٖ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۝۳۵
اے ایماندارو ویرېږیٔ دَ الله نه ، اؤ ولټویٔ تر هغهٔ وسیله ف۱۲۱ اؤ جهاد وکړیٔ دَ هغهٔ پهٔ لار کښې چې تاسو کامیاب شیٔ۔ ف۱۲۲
ف۱۲۱: دَ وَسِیْلَہ تفسیر ابنِ عباسؓ ، مجاهدؒ ، ابو وائلؒ اؤ حسنؒ وغېره مشرانو مفسرینو تقرّب الی الله کړے دے۔ نو دَ وسیلې تلاش کؤلو مطلب دا شو چې دَ الله تعالیٰ دَ قرب حاصلؤلو تلاش وکړیٔ۔ قتادهؒ فرمائی: تَقَرَّبُوْا اِلَیْہِ بِطَاعَتِہٖ وَالْعَمَلِ بِمَا یُرْضِیْہِ (دَ الله قرب حاصل کړیٔ پهٔ فرمانبرداریٔ اؤ پهٔ داسې کارونو کؤلو چې هغه پرې خوشحالیږی) اؤ هغه چې پهٔ احادیثو کښې راځی چې وَسِیْلَہ پهٔ جنت کښې یو ډېره اعلیٰ مرتبه ده چې صرف یو بنده ته به ورکؤلے شی۔ حضورﷺ فرمائی تاسو دَ اذان نه پس پهٔ دعا کښې زما دپاره دَ دغې درجې سوال کویٔ۔ نو دَ دې مقام نوم هم وَسِیْلَہ ځکه دے چې پهٔ جنت کښې دَ الله تعالیٰ عرش ته دَ ټولو نه نژدے دے۔ اؤ الله تعالیٰ ته دَ نژدیکت پهٔ درجو کښې دَ ټولو نه زیات دے۔ بهرحال وړومبے وفرمائیلی شو چې دَ الله نه ویرېږیٔ خو دا ویره داسې نهٔ ده لکه بنده چې دَ مار لړم نه ویریږی اؤ لرې ترېنه تښتی۔ بلکې دا ویره داسې ده چې بنده دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه دَ هغهٔ دَ رحم و کرم نه لرې نهٔ وځی۔ دَ دې نه ویره پکار ده۔ ځکه دَ اِتَّقُوْا سره سمدستی وَابْتَغُوْا اِلَیْہِ الْوَسِیْلَۃَ ذکر شو۔ یعنی دَ رحم و کرم نه دَ لرې وتو نه ېٔ ویرېږیٔ۔ اؤ هغهٔ ته دَ نژدے کېدو کوشش وکړیٔ۔ ظاهره ده چې بنده یو څیز ته نژدے کېدے هله شی چې ترمینځه فاصله باندې مزل وکړی هغه ځائې ته ورسی۔ ځکه ېٔ ورپسې وفرمائیل وَ جَاہِدُوْا فِیْ سَبِیْلِہٖ اؤ دَ هغهٔ پهٔ لار کښې جهاد وکړیٔ۔ یعنی دَ هغهٔ پهٔ لار دَ تلو پوره پوره کوشش وکړیٔ۔ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُوْنَ (چې تاسو هغهٔ ته نژدے کېدو کښې کامیابی حاصله کړیٔ۔
ف۱۲۲: پهٔ تېره رکوع کښې دَ هغه خلقو سزا بیان شوے وه څوک چې دَ الله تعالیٰ اؤ رسولﷺ سره جنګ کوی اؤ پهٔ ملک کښې فساد خوروی پهٔ دې رکوع کښې ېٔ مسلمانان دَ هغې سزا نه ویرؤل اؤ هدایت ورته وشو چې کله چې بدبخته خلق دَ الله اؤ رسولﷺ سره جنګ کوی نو تاسو دَ الله اؤ رسولﷺ پهٔ ملګرتیا کښې جهاد وکړیٔ اؤ پهٔ خپل کوشش اؤ نیک عمل سره ملک کښې امن اؤ اطمعنان قائم کړیٔ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّ مِثْلَهٗ مَعَهٗ لِیَفْتَدُوْا بِهٖ مِنْ عَذَابِ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۳۶
بې شکه څوک چې کافران دی۔ کهٔ دَ هغوی سره وی څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی دا ټول اؤ ورسره دومره نور ، چې ځان خلاصوی پهٔ دې دَ قیامت دَ عذاب نه۔ نو قبول به نهٔ کړې شی دَ دوی نه ، اؤ دوی دپاره دردناک عذاب دے۔ ف۱۲۳
ف۱۲۳: پهٔ تېر آیت کښې فرمائیلی شوی وو چې بنیادم دَ الله نه پهٔ ویرېدو اؤ دَ هغهٔ دَ قرب حاصلؤلو دپاره دَ هغهٔ پهٔ لار کښې کوشش کؤلو باندې دَ فلاح اؤ کامیابیٔ طمع کؤلے شی۔ پهٔ دې آیت کښې خبردارے ورکړې شو چې چا دَ الله نه مخ واړؤلو اؤ پهٔ دنیا کښې ېٔ دَ الله دَ قرب حاصلؤلو کوشش ونهٔ کړو نو پهٔ آخرت کښې دَ زمکې ټولې خزانې بلکې دَ هغې هومره نورې خزانې هم پهٔ فدیه کښې ورکوی اؤ دَ الله دَ عذاب نه ځان خلاصوی نو خلاصون ېٔ نشته۔ غرض دا چې هغه ځائې کښې کامیابی صرف پهٔ تقویٰ ، دَ قرب تلاش اؤ فی سبیل الله جهاد باندې حاصلېدے شی۔ پهٔ رشوت اؤ نذرانو نهٔ کیږی۔
یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنَ النَّارِ وَ مَا هُمْ بِخٰرِجِیْنَ مِنْهَا١٘ وَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ۝۳۷
دوی به غواړی چې ووځی دَ اور نه اؤ دوی دَ دې نه وتونکی نهٔ دی اؤ دَ دوی دپاره دائمی عذاب دے۔ ف۱۲۴
ف۱۲۴: دَ ډېرو احادیثو نه ثابته ده چې ګنهګار مسلمانان به تر څهٔ مودې پورې دوزخ کښې وی (چې دَ ګناهونو نه پاک شی) نو بیا به ورباندې الله تعالیٰ رحم وکړی اؤ جنّت ته به ېٔ واستوی۔ دا آیت دَ هغه احادیثو مخالف نهٔ دے ځکه چې دلته دَ آیت دَ اول نه صرف دَ کفارو حالت بیانیږی۔ دَ مؤمنانو متعلق پکښې څهٔ نشته۔
وَ السَّارِقُ وَ السَّارِقَةُ فَاقْطَعُوْۤا اَیْدِیَهُمَا جَزَآءًۢ بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّٰهِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۳۸
اؤ غل سړے اؤ غله ښځه پرې کړیٔ دَ دوی لاس ف۱۲۵ دَ دوی دَ عمل پهٔ سزا کښې تنبیهه ده دَ طرفه دَ الله نه ، ف۱۲۶ اؤ الله غالب دے دَ حکمت خاوند۔ ف۱۲۷
ف۱۲۵: یعنی پهٔ وړومبی ځل دې غلا کؤلو باندې ترېنه ښے لاس دَ مړوند سره پرې کړې شی۔ باقی تفصیل دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې لیکلے دے۔ پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ ډاکې دَ سزا ذکر شوے دے۔ ترمینځه دَ مناسبت پهٔ وجه کوم چې مخکښې تفسیر کښې بیان شوے دے۔ مسلمانانو ته نصیحتونه وشول۔ اوس بیا دَ هغه وړومبی مضمون تکمیل کیږی۔ یعنی هلته دَ ډاکې ذکر وهٔ ، دلته دَ غلا سزا بیانؤلے شی۔
ف۱۲۶: یعنی کومه سزا چې غل ته ورکؤلے شی دا دَ غلا دَ مال عوض نهٔ دے بلکې دا دَ هغهٔ دَ دې کار یعنی غلا سزا ده چې دا غل اؤ نور غلهٔ ترېنه عبرت واخلی اؤ بیا داسې کار نهٔ کوی۔ بېشکه کوم ځائې کښې چې غل ته دا سزا ورکؤلے شی دوه څلورو کسانو ته دَ سزا ورکؤلو نه پس دَ غلا سزا بالکل بنده شی بل څوک بیا دا زړهٔ نهٔ شی کؤلے۔ نن سبا دَ تهذیب دعوېدار دې سزا ته وحشیانه سزا وائی۔ لېکن دَ دوی پهٔ خیال کهٔ غلا کؤل څهٔ دَ تهذیب کار نهٔ وی نو یقینًا مهذبه سزا دَ دې وحشیانه کار پهٔ بندؤلو کښې نهٔ شی کامیابېدے۔ کهٔ پهٔ لږه غوندې سزا ډېر غلهٔ مهذّب کېدے شی نو دَ تهذیب خاوندانو ته خوشحالېدل پکار دی چې داسې سختې سزاګانې پهٔ تهذیب خورؤلو کښې امداد ورکوی۔ ځنی تش دَ نوم مفسرینو هم دا کوشش کړے دے چې لاس پرېکؤل دَ غلا انتهائی سزا وګرځوی اؤ دَ دې نه دَ کمې سزا حق هم دَ شریعت نه حاصل کړی۔ لېکن مشکل دا دے چې نهٔ خو دَ غلا دپاره دَ دې نه دَ کمې سزا پهٔ قرآن شریف کښې چرته څهٔ ذکر شته اؤ نهٔ ېٔ پهٔ عهدِ نبویﷺ اؤ عهدِ اصحابوؓ کښې مثال موندے شی۔ آیا دا دعویٰ څوک کؤلے شی چې پهٔ دې دومره زمانه کښې چې څومره غلو ته سزا ورکړې شوے ده ، پهٔ دوی کښې دَ کمې درجې غل یو هم نهٔ وهٔ (ټول دَ انتهائی درجې وو) چې کم از کم دَ جواز دپاره ورته کمه سزا ورکړې شوے وې۔ پهٔ تېره زمانه کښې یو ملحد دَ غلا پهٔ دې سزا کښې هم شک څرګند کړے وهٔ چې هرکله شریعت پهٔ قصاص کښې دَ یو لاس تاوان پنځهٔ سوه اشرفۍ مقرر کړے وې نو بیا دَ لسو ، اتو روپو پهٔ غلا کښې ترېنه لاس څنګه پرېکؤلے شی۔ یو عالم دَ دې ډېر مزېدار جواب ورکړے دے۔ اِنَّہَا لَمَّا کَانَتْ اَمِیْنَۃً کَانَتْ ثَمِیْنَۃً لَمَّا خَانَتْ ہَانَتْ۔ دا لاس څو پورې چې امانت ګر وۂ دَ دې قیمت زیات وهٔ چې خیانت ګر اؤ غل شو نو قیمت ېٔ کم شو۔
ف۱۲۷: چونکې هغه غالب دے نو هغهٔ ته حق دے چې څنګه قانون جاری کوی چا ته پکښې دَ انکار ګنجائش نشته لېکن دَ حکمت خاوند دے نو دا ممکنه نهٔ ده چې محض دَ خپل طاقت پهٔ وجه بې ضرورته یو سخت قانون جاری کړی یا دَ خپلو کمزورو بندګانو دَ حفاظت انتظام ونهٔ کړې شی نو دا دَ هغهٔ دَ غلبې اؤ طاقت منافی ده چې غلو اؤ ډاکوانو ته آزادی ورکړی اؤ دَ حکمت خلاف ده چې دَ کمزورو دَ حفاظت انتظام ونهٔ شی۔
فَمَنْ تَابَ مِنْۢ بَعْدِ ظُلْمِهٖ وَ اَصْلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ یَتُوْبُ عَلَیْهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۳۹
نو چا چې توبه وویسته دَ ظلم نه پس اؤ ځان ېٔ سم کړو ، نو الله دَ هغهٔ توبه قبلوی ، بې شکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۲۸
ف۱۲۸: یعنی کهٔ پهٔ رښتیا توبه وباسی اؤ دَ هغې دپاره دا ضروری ده چې دَ غلا مال مالک ته واپس کړی یا دَ هغې تاوان ورکړی کهٔ مال موجود نهٔ وی یا ېٔ پهٔ هغهٔ معاف کړی اؤ پهٔ خپلو کړو پښېمانه شی اؤ بیا دپاره داسې کار نهٔ کوی نو دا امید کېدے شی چې الله تعالیٰ ورته دَ دې جرم اُخری سزا معاف کړی چې دَ دنیا سزا دَ هغې مقابله کښې هېڅ هم نهٔ ده۔
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۴۰
آیا تهٔ خبر نهٔ ېٔ چې هم دَ الله دے حکومت دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې ، عذاب ورکوی چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ معاف کوی چا ته چې ېٔ خوښه وی ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ قادر دے۔ ف۱۲۹
ف۱۲۹: هر کله چې اصلی حکومت اؤ بادشاهی دَ الله ده نو بېشکه هغهٔ ته اختیار دے چې څنګه مناسب ګڼی چا ته معافی کوی اؤ کهٔ دَ خپل عدل اؤ حکمت موافق سزا ورکوی اؤ نهٔ دا چې صرف دا حق ورته حاصل دے بلکې خبره دا ده چې دَ دې حق دَ استعمال نه ېٔ څوک منع کؤلے هم نهٔ شی ځکه چې هغه پهٔ هر څهٔ پوره قدرت لری۔
یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ لَا یَحْزُنْكَ الَّذِیْنَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْكُفْرِ مِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاَفْوَاهِهِمْ وَ لَمْ تُؤْمِنْ قُلُوْبُهُمْ١ۛۚ وَ مِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا١ۛۚ سَمّٰعُوْنَ لِلْكَذِبِ سَمّٰعُوْنَ لِقَوْمٍ اٰخَرِیْنَ١ۙ لَمْ یَاْتُوْكَ١ؕ یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ مِنْۢ بَعْدِ مَوَاضِعِهٖ١ۚ یَقُوْلُوْنَ اِنْ اُوْتِیْتُمْ هٰذَا فَخُذُوْهُ وَ اِنْ لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوْا١ؕ وَ مَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ فِتْنَتَهٗ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَمْ یُرِدِ اللّٰهُ اَنْ یُّطَهِّرَ قُلُوْبَهُمْ١ؕ لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ١ۖۚ وَّ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۝۴۱
اے رسولهﷺ غم مهٔ کوه دَ هغه خلقو چې پهٔ منډه کفر کښې ورپریوځی ف۱۳۰ دَ هغه کسانو نه چې پهٔ خلهٔ وائی مونږ ایمان راؤړے۔ خو دَ هغوی زړونه مسلمانان نهٔ دی۔ اؤ هغه کسان چې یهودیان دی، ف۱۳۱ جاسوسی کوی دَ دروغو جوړؤلو دپاره ، جاسوسان دی دَ بلې ډلې چې تا ته نهٔ دی راغلی۔ ف۱۳۲ اړوی خبرې دَ خپل ځائې نه بل خوا۔ ف۱۳۳ دوی وائی کهٔ تاسو ته دغه حکم درکړې شو نو قبول ېٔ کړیٔ اؤ کهٔ دغه حکم درنهٔ کړې شو نو ځان ترې وساتیٔ، ف۱۳۴ اؤ چا دپاره چې الله دَ ګمراه کؤلو اراده وکړی نو دَ هغهٔ حق کښې ستا دَ الله سره هېڅ وس نهٔ رسی۔ ف۱۳۵ دا هغه خلق دی چې الله نهٔ غواړی چې دَ دوی زړونه پاک کړی۔ ف۱۳۶ دوی دپاره پهٔ دنیا کښې هم ذلّت دے اؤ پهٔ آخرت کښې هم غټ عذاب دے۔
ف۱۳۰: پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ غلا اؤ ډاکې سزا بیان کړې شوه اوس دَ ځنو هغه قومونو حال بیانیږی چا چې دَ الله پاک پهٔ مقررو سزاګانو کښې ردوبدل کړے دے اؤ دغسې ېٔ ځان دَ غټ عذاب حقدار کړے دے۔ دَ دې مفصّله واقعه بغویؒ داسې لیکلے ده چې دَ خیبر یو یهودی سړی اؤ ښځې زنا وکړه۔ دا دواړه ځلمی نهٔ وو ، وادهٔ کړی وو نو سره دَ دې چې پهٔ تورات کښې دَ دې جزم سزا (رجم) یعنی پهٔ کاڼیو ویشتل دی ، لېکن دا دواړه دَ لوئے کورنۍ وو نو مشرانو داسې سخته سزا نهٔ شوه ورکؤلے۔ نو خپلو کښې ېٔ دا صلاح وکړه چې دَ حضورﷺ پهٔ کتاب کښې دَ زانی دپاره دَ رجم حکم نشته دَ کوړو حکم دے نو دَ بنی قریضه قبیلې څوک سړے هغهٔ ته واستویٔ هغوی پهٔ مدینه کښې وسی اؤ دَ مسلمانانو سره ېٔ دَ صلحې معاهده هم کړے ده۔ هغوی به دَ حضورﷺ خیال معلوم کړی۔ نو یو وفد دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې راغلو چې دَ حضورﷺ نه حکم معلوم کړی۔ اؤ دا مکر ېٔ وکړو چې سړیو ته ېٔ دا ووې چې دَ هغهٔ نه هسې دَ زانی دَ حکم تپوس وکړیٔ۔ دَ وادهٔ کړی حال ورته مهٔ واییٔ۔ نو کهٔ هغهٔ دَ کوړو دَ سزا فیصله وکړه نو دَ هغهٔ پهٔ حکم عمل وکړیٔ اؤ کهٔ دَ رجم حکم ېٔ وکړو نو مهٔ ېٔ منیٔ۔ حضور اکرمﷺ دَ وفد دَ کسانو نه وعده واخسته چې ما څهٔ فیصله وکړه تاسو به ېٔ منیٔ۔ هغوی اقرار وکړو۔ نو دَ الله پاک دَ طرف نه جبریلؑ دَ رجم حکم راؤړو۔ حضور اکرمﷺ چې ورته حکم واؤرؤلو نو هغوی دَ خپل اقرار نه واپس شو اؤ دَ منلو نه ېٔ انکار وکړو۔ آخر ورته حضورﷺ وفرمائیل چې پهٔ تاسو کښې دَ فدک وسیدونکے ابن صوریا څنګه سړے دے۔ هغوی ورته ووې چې نن دَ زمکې پهٔ مخ دَ موسٰیؑ دَ شریعت دَ هغهٔ نه لوئے عالم بل نشته۔ حضور اکرمﷺ هغه سړے واؤبللو اؤ غټ قسم ېٔ ورکړو چې پهٔ رښتیا وایه تورات کښې دَ دې جرم څهٔ سزا ده؟ نو یهودیانو دَ دې حکم پټؤلو کوشش کړے وهٔ خو حضرت عبدالله بن سلامؓ دَ هغوی پرده څرګنده کړے وه۔ حال ېٔ وئیلے وهٔ چې تورات کښې هم دَ دې جرم سزا رجم دے۔ ابن صوریا هم اقرار وکړو چې پهٔ تورات کښې هم دغه حکم دے۔ بیا ېٔ پوره حال ووې چې څنګه یهودیانو دَ تورات دا حکم پټ کړے دے اؤ دَ دې پهٔ ځائې ېٔ دَ کوړو سزا یٔښې ده۔ اؤ دا چې مخ ېٔ تور کړی اؤ پهٔ خر ېٔ اپوټه سور کړی اؤ پهٔ لارو کوڅو کښې ېٔ وګرځوی۔ بهرحال حضور اکرمﷺ پهٔ هغې یهودیانو دَ رَجَم حد جاری کړو۔ اؤ وېٔ فرمائیل اے الله زهٔ وړومبے بنده یم چې ستا حکم مې پهٔ دنیا کښې ژوندې کړو دَ مړ کېدو نه پس۔ یعنی خلقو پرې عمل پریٔښې وهٔ ما بیا جاری کړو۔
ف۱۳۱: یعنی منافقان اؤ دَ بنی قریظه قبیلې یهود۔
ف۱۳۲: دَ سَمّٰعُوْنَ معنیٰ ده ډېر اورېدونکی ، دَ مبالغې صیغه ده۔ بیا ډېر اورېدونکی مطلب کله خو جاسوسی کؤل وی اؤ کله خبره اورېدل اؤ منل۔ لکه سَمِعَ اللہُ لِمَنْ حَمِدَہٗ کښې چې ېٔ معنیٰ قبلؤل دی۔ مترجمؒ دلته وړومبیٔ معنٰی اخستے ده۔ لېکن ابنِ جریرؒ وغېره مفسرینو دویٔمه معنیٰ خوښه کړے ده۔ یعنی دورغ اؤ باطلې خبرې ښې اوری اؤ منی (لېکن حق خبرې ته غوږ نهٔ ږدی) یعنی دَ هغه بل جماعت خبره ډېره منی چا چې دوی راستؤلی دی اؤ خپله تاسو ته نهٔ دی راغلی۔ (اؤ ستا خبره نهٔ منی)
ف۱۳۳: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ احکامو کښې تحریف (ردوبدل) کؤل یا دَ یو ځائې خبره بل ځائې ته رسوی (چغلی کوی)
ف۱۳۴: یعنی کهٔ دَ کوړو دَ سزا فیصله ېٔ وکړه نو دا ومنیٔ ګنی مهٔ منیٔ۔ ګویا دَ الله شریعت دَ خپل خواهش تابع کؤل غواړی۔
ف۱۳۵: هدایت اؤ ګمراهی۔ خیر اؤ شر هېڅ شے هم دَ الله تعالیٰ دَ ارادې نه بغېر نهٔ شی کېدے۔ دا یو داسې قانون دے چې دَ دې نه انکار کؤل دَ دې دَ منلو نه زیات ګران دی۔ فرض کړه یو سړے دَ غلا اراده وکړی لېکن دَ الله تعالیٰ اراده دا وی چې دې دې غلا ونهٔ کړی۔ اوس کهٔ بنده پهٔ دې خپله اراده کښې کامیاب شو نو دَ دې مطلب دا شو چې نعوذبالله دَ بنده پهٔ مخکښې دَ الله اراده کمزورې شوه۔ اؤ کهٔ دَ الله اراده غالبه شوه نو پهٔ دنیا کښې دې دَ غلا بلکې دَ هېڅ شر هډو چرته وجود نهٔ وی۔ اؤ کهٔ الله دَ خیر اؤ شر هېڅ اراده هم نهٔ کوی نو دَ دې نه معاذالله دَ الله تعالیٰ بیکار کېدل یا غافل کیدل لازمیږی۔ تَعَالَی اللہُ عَنْ کُلِّ شَرٍّ وَ تَقَدَّس پهٔ دې ټولو خبرو دَ غور کؤلو نه پس مجبورًا به داسې منلې شی چې هېڅ څیز هم دَ الله دَ ارادې نه بغېر نهٔ شی موجود کېدے۔ دا مسئله ډېره اهمه اؤ ډېره اوږده ده۔ زمونږ دا نیت دے چې پهٔ داسې قسم مسئلو یو مستقل مضمون ولیکو اؤ دَ دې فوائد سره ملګرے کړو۔ وَاللہُ الْمُوَفِّقْ
ف۱۳۶: اول ېٔ دَ منافقانو اؤ یهودو طرزِ عمل بیان کړو اؤ دَ هغوی دا څو عادتونه ېٔ خاص ذکر کړل۔ (۱) همېشه دروغ وئیل (۲) اؤ باطل طرف ته اوړېدل ، (۳) اؤ اهلِ حق جاسوسی کؤل ، (۴) ناکاره اؤ شریرو خلقو سره امداد کؤل ، (۵) دَ هدایت خبرو کښې ردوبدل کؤل ، (۶) دَ خپلې رضا اؤ خواهش خلاف حق خبره نهٔ قبلؤل۔ دا عادتونه چې پهٔ کوم قوم کښې موندې شی۔ دَ دې مثال دَ داسې مریض وګڼیٔ چې نهٔ دارو استعمالوی ، نهٔ دَ نقصان څیزونو نه پرهېز کوی اؤ نهٔ دَ ډاکټر اؤ طبیب پهٔ خبره عمل کوی۔ نصیحت کؤنکیو ته کنځل کوی اؤ دَ طبیب نسخه ټوکړې ټوکړې کړی ، وېٔ غورزوی یا پهٔ خپله خوښه دَ هغې اجزاء بدل رابدل کړی اؤ دا هم وائی چې کوم دارو زما خوښ نهٔ وی هغه به هېچرې نهٔ استعمالوم۔ پهٔ داسې حالاتو کښې کهٔ یو ډاکټر دَ هغه مریض پلار اؤ ډېر خوږمن ولې نهٔ وی، دَ هغهٔ دَ علاج نه دستبردار شیٔ۔ داسې مریض پرېږدیٔ چې دَ خپل ضد اؤ بې عقلیٔ سزا بیا مومی۔ نو داسې ډاکټر ته به څوک بې رحمه وائی کهٔ خپله دَ مریض نقصان به ګڼلې شی۔ اوس کهٔ دا مریض پهٔ دې مرض کښې مړ شی نو پهٔ ډاکټر څوک الزام نهٔ شی لګؤلے چې دهٔ ېٔ علاج ونهٔ کړو۔ بلکې بیمار به خپله مجرم وی چې دهٔ دَ خپله لاسه ځان ووژلو اؤ طبیب ته ېٔ دَ علاج موقع ورنهٔ کړه۔ بالکل هم دغه شان دلته دَ یهودو شرارت ، ضد اؤ نفس پرستی څرګندؤلو نه پس الله تعالیٰ فرمائی۔ وَ مَنْ یُّرِدِ اللہُ فِتْنَتَہٗ۔ الآیة (الله چې دَ چا ګمراه کؤل وغوښتل) اُولٰٓئِکَ الَّذِیْنَ لَمْ یُرِدِ اللہُ اَنْ یُّطَہِّرَ قُلُوْبَہُمْ (دا هغه کسان دی چې الله نهٔ غواړی چې دَ دوی زړونه پاک کړی) دَ دې مطلب هم دا دے چې دَ دوی دَ ناکاره عادتونو اؤ ضد پهٔ وجه الله تعالیٰ دَ دوی نه دَ خپل رحم اؤ کرم نظر پورته کړی نو اوس دَ دوی پهٔ سمه لار دَ روانېدو څهٔ طمع نشته۔ تهٔ دَ دوی پهٔ غم کښې ځان مهٔ خفه کوه۔ باقی دا وېنا چې الله تعالیٰ خو دا قدرت لرلو چې دوی ېٔ دَ شرارت اؤ غلطو کارونو نه پهٔ زور منع کړے وې اؤ پهٔ ضد نهٔ کؤلو ېٔ مجبور کړے وې۔ پهٔ زور ېٔ سمې لارې ته را اړؤلې وې۔ بې شکه الله تعالیٰ ته دا کار څهٔ ګران نهٔ وهٔ۔ لَوْ شَآءَ اللہُ لَاٰمَنَ مَنْ فِی الْاَرْضِ کُلُّہُمْ جَمِیْعًا (کهٔ الله تعالیٰ غوښتے نو دَ زمکې ټولو وسېدونکیو به پهٔ یو ځائې ایمان راؤړے وهٔ) (اؤ یو کس به هم کافر نهٔ وهٔ پاتې شوے) لېکن الله تعالیٰ دَ دنیا نظام داسې جوړ کړے دے چې بنیادم دَ خیر و شر پهٔ خوښؤلو کښې مجبور محض نهٔ وی۔ کهٔ صرف پهٔ نیکو کارونو ېٔ ټول خلق مجبور کړے وې نو دَ دنیا دَ پیدا کؤلو حکمت اؤ مصلحت به نهٔ وهٔ پوره شوے اؤ دَ الله تعالیٰ ډېر صفات به داسې پاتی شوی وو چې دَ هغې ظهور به نهٔ وهٔ شوے مثلًا لکه عَفُوٌّ ۔ غَفُوْرٌ۔ حَلِیْمٌ ۔ مُنْتَقِمٌ۔ ذُوالْبَطْشِ الشَّدِیْدِ ۔ قَائِمٌ بِۢالْقِسْطِ ۔ مَالِکِ یَوْمِ الدِّیْنِ وغېره۔ اؤ حال دا دے چې دَ دنیا پیدا کؤلو غرض هم دا وهٔ چې دَ الله تعالیٰ ټول صفاتِ کمالیه څرګند شی۔ هر یو داسې مذهب چې الله فاعلِ مختار منی دَ دنیا دَ پیدائش دَ دې نه سوا بل غرض نهٔ شی ښیٔلے۔ الله تعالیٰ خپله فرمائی: لِیَبْلُوَکُمْ اَیُّکُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا (سورة الملک ، رکوع ۱)دَ دې نه دَ زیات تفصیل دلته ګنجائش نشته بلکې دا هم مونږ دَ خپلې موضوع نه زیاتی ولیکل۔
سَمّٰعُوْنَ لِلْكَذِبِ اَكّٰلُوْنَ لِلسُّحْتِ١ؕ فَاِنْ جَآءُوْكَ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ اَوْ اَعْرِضْ عَنْهُمْ١ۚ وَ اِنْ تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَنْ یَّضُرُّوْكَ شَیْـًٔا١ؕ وَ اِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ۝۴۲
جاسوسی کوی دَ دروغو وئیلو دپاره اؤ غټ حرام خوارهٔ دی۔ نو کهٔ دوی تا ته راشی نو دَ دوی ترمینځه فیصله وکړه ، یا ترې نه مخ واړوه ف۱۳۷ اؤ کهٔ ته ترېنه مخ واړوے نو دوی تا ته هېڅ زیان نهٔ شی رسؤلے ، اؤ کهٔ فیصله کوی نو فیصله وکړه دَ دوی ترمینځه پهٔ انصاف سره۔ بې شکه الله محبّت کوی انصاف کؤنکیو سره ف۱۳۸
ف۱۳۷: حضرت ابن عباسؓ ، عکرمهؓ ، مجاهدؓ اؤ نورو مشرانو نه روایت دے چې دَ اسلام پهٔ ابتدا کښې حضور اکرمﷺ ته دَ اعراض کؤلو اختیار وهٔ کله چې دَ اسلام طاقت کامل شو اؤ پوره غلبه حاصله شوه نو دا حکم راغلو۔ اَنِ احْکُمْ بَیْنَہُمْ بِمَآ اَنْزَلَ اللہُ (یعنی دَ دوی دَ جګړو فیصله دَ شریعت مطابق کوه) مطلب دا چې دَ مخ اړؤلو اؤ کناره کشیٔ ضرورت نشته۔ دَ خپل شریعت مطابق ېٔ فیصله کوه۔
ف۱۳۸: قرآن کریم بیا بیا پهٔ دې زور ورکوی چې یو سړے کهٔ هر څومره شریر اؤ ظالم وی دَ هغهٔ پهٔ حق کښې هم ستاسو پهٔ لمن دَ بې انصافیٔ داغ ونهٔ لګی۔ دَ هر چا سره اؤ پهٔ هر حال کښې انصاف کؤل ضروری دی۔ دا هغه خوی دے چې دَ دې پهٔ ذریعه دَ زمکې اؤ آسمان نظام قائم دے (اؤ هم دَ دې پهٔ ذریعه پائیدار امن دنیا کښې قائمېدے شی)
وَ كَیْفَ یُحَكِّمُوْنَكَ وَ عِنْدَهُمُ التَّوْرٰىةُ فِیْهَا حُكْمُ اللّٰهِ ثُمَّ یَتَوَلَّوْنَ مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ١ؕ وَ مَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ۠۝۴۳
اؤ هغوی به څنګه منصف ومنی دَ هغوی سره خو تورات شته چې پهٔ هغې کښې دَ الله حکم دے۔ بیا دَ دې نه پس هم پهٔ شا کیږی۔ اؤ دوی هرګز منونکی نهٔ دی۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی دَ تعجّب خبره خو دا ده چې تا منصف کوی اؤ کوم تورات ته چې دوی هم آسمانی کتاب وائی دَ هغې پهٔ فیصله هم نهٔ راضی کیږی۔ پهٔ اصل کښې دَ دوی پهٔ یو کتاب هم ایمان نشته۔ نهٔ پهٔ قرآن اؤ نهٔ پهٔ تورات۔ پهٔ مخکښې رکوع کښې دَ تورات اؤ انجیل صفت بیانیږی چې داسې ښهٔ کتابونه اؤ دَ هدایت سرچشمه دې نالائقو پهٔ بې قدریٔ داسې ضائع کړله چې نن دَ هغوی صحیح پته لګؤل هم مشکل شو۔ آخر الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل اؤ کرم هغه کامل کتاب راواستؤلو چې دَ مخکښینیو کتابونو دَ اصل مقصد محافظ اؤ تصدیق کؤنکے دے اؤ دَ کوم دَ ابدی حفاظت چې الله تعالیٰ خپله انتظام کړے دے۔ (اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ وَ اِنَّا لَہٗ لَحٰفِظُوْنَ) ”مونږ (قرآن کریم) نازل کړے دے اؤ مونږ به دَ دې حفاظت کوؤ“۔
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا التَّوْرٰىةَ فِیْهَا هُدًی وَّ نُوْرٌ١ۚ یَحْكُمُ بِهَا النَّبِیُّوْنَ الَّذِیْنَ اَسْلَمُوْا لِلَّذِیْنَ هَادُوْا وَ الرَّبّٰنِیُّوْنَ وَ الْاَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوْا مِنْ كِتٰبِ اللّٰهِ وَ كَانُوْا عَلَیْهِ شُهَدَآءَ١ۚ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَ اخْشَوْنِ وَ لَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا١ؕ وَ مَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ۝۴۴
مونږ راستؤلے تورات چې پکښې هدایت دے اؤ رڼا ده، ف۱۴۰ پهٔ دغه باندې حکم کؤلو پېغمبرانو چې دَ الله تعالیٰ حکم منونکی وو ، یهودیانو ته اؤ حکم کؤلو دروېشانو اؤ عالمانو ف۱۴۱ ځکه چې دوی دَ الله دَ کتاب دَ حفاظت اؤ دَ دې د خبرګیریٔ دپاره مقرر شوی وو، ف۱۴۲ نو تاسو دَ خلقو نه مهٔ ویرېږیٔ اؤ زما نه ویرېږیٔ اؤ مهٔ اخلیٔ زما پهٔ آیتونو باندې قیمت لږ۔ ف۱۴۳ اؤ څوک چې حکم نهٔ کوی دَ هغې موافق کوم چې الله تعالیٰ راستؤلے دے ، نو هم هغه کافر دی۔ ف۱۴۴
ف۱۴۰: یعنی وصول الی الله دَ طالبینو دپاره دَ هدایت اؤ دَ شبهاتو اؤ مشکلاتو پهٔ تیرو کښې نښتونکیو دپاره دَ رڼا کار کوی۔
ف۱۴۱: یعنی پهٔ تورات کښې داسې عظیم هدایت اؤ دستور العمل وهٔ چې بې شمېره پېغمبرانو اؤ اهل الله عالمانو دَ هغې موافق فیصلې کؤلے اؤ هم پهٔ هغې به ېٔ عمل کؤلو۔
ف۱۴۲: یعنی دَ تورات دَ حفاظت هغوی ذمه وار وو۔ دَ قرآن کریم پهٔ شان هغې دپاره دَ اِنَّا لَہٗ لَحٰفِظُوْنَ وعده نهٔ وه شوے۔ نو تر څو چې عالمانو دَ هغې دَ حفاظت خیال ساتلو تر هغې محفوظ وو۔ آخر دَ دنیا پرستو عالمانو دَ لاسه ضائع شو (رد و بدل پکښې وشو)۔
ف۱۴۳: یعنی دَ خلقو دَ ویرې یا دَ دنیا پهٔ طمع آسمانی کتاب کښې رد و بدل مهٔ کوه اؤ دَ دې احکام مهٔ پټوه۔ دَ الله تعالیٰ دَ عذاب اؤ انتقام نه ویرېږه۔ دَ تورات دَ عظمت څرګندؤلو نه پس دا خطاب یا خو دَ یهودو هغه عالمانو ته دے کوم چې پهٔ دې وخت کښې موجود وو۔ ځکه چې هغؤی دَ رجم دَ حکم منلو نه انکار کړے وهٔ اؤ دَ حضورﷺ متعلق چې پهٔ تورات کښې کوم آیتونه وو هغه به ېٔ پټول ، یا به ېٔ دَ هغې پهٔ معنٰی کښې ګړ بړ کؤل، اؤ یا دا ترمینځه مسلمانانو ته نصیحت دے چې تاسو دَ مخکښینیو قومونو پهٔ شان دَ چا دَ ویرې یا دَ مال پهٔ لالچ کښې خپل آسمانی کتاب دَ هغوی پهٔ شان ضائع نهٔ کړیٔ۔ الحمد الله چې اُمّتِ محمّدیﷺ تر اوسه دَ خپل کتاب یو حرف هم نهٔ دے بې ځایه کړے۔ اؤ څنګه چې نازل شوے وهٔ هم هغه شان ټکی پهٔ ټکی محفوظ دے۔
ف۱۴۴: دَ ”مَآ اَنْزَلَ للہُ“ موافق حکم نهٔ کؤلو نه غالبًا مراد دا دے چې منصوص دَ حکم دَ وجود نه انکار وکړی اؤ دَ هغې پهٔ ځائې نور احکام پهٔ خپلې رائے اؤ خواهش سره تصنیف کړی۔ لکه څنګه چې یهودو دَ حکم ”رجم“ متعلق کړی وو۔ نو دَ داسې خلقو پهٔ کافر کېدو کښې څهٔ شُبه کېدے شی۔ اؤ کهٔ مراد دا وی چې ”مَآ اَنْزَلَ للہُ“ عقیدةً ثابت ومنی اؤ بیا فیصله عملًا دَ هغې خلاف کوی نو دَ کافر نه مراد به عملی کافر وی۔ یعنی دَ هغهٔ عملی حالت دَ کافرانو غوندې دے۔
وَ كَتَبْنَا عَلَیْهِمْ فِیْهَاۤ اَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ١ۙ وَ الْعَیْنَ بِالْعَیْنِ وَ الْاَنْفَ بِالْاَنْفِ وَ الْاُذُنَ بِالْاُذُنِ وَ السِّنَّ بِالسِّنِّ١ۙ وَ الْجُرُوْحَ قِصَاصٌ١ؕ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهٖ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهٗ١ؕ وَ مَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ۝۴۵
اؤ حکم ورکړے دے مونږ دوی ته پهٔ دې کتاب کښې ، دَ ځان بدله کښې ځان ، اؤ دَ سترګې بدله کښې سترګه ، اؤ دَ پوزې بدله کښې پوزه ، اؤ دَ غوږ بدله کښې غوږ ، اؤ دَ غاښ پهٔ بدله کښې غاښ ، اؤ دَ زخمونو بدله دَ هغې پهٔ شان ، ف۱۴۵ بیا چې چا معافی ورکړه نو هغه دَ ګناه نه پاک شو، ف۱۴۶ اؤ څوک چې حکم نهٔ کوی دَ هغې موافق کوم چې الله راستؤلے دے۔ نو دغه کسان ظالمان دی۔ ف۱۴۷
ف۱۴۵: دَ قصاص دا حکم پهٔ شریعتِ موسویؑ کښې وهٔ اؤ ډېرو علمائے اصولو تصریح کړے ده چې کوم مخکښینی شرائع چې قرآن کریم یا زمونږ پېغمبرﷺ نقل فرمائیلی دی۔ پهٔ دې شرط چې دَ هغې پهٔ نسبت کښې چرته حضورﷺ څهٔ انکار یا ترمیم نهٔ وی فرمائیلے نو هغه به دَ هغه اُمت پهٔ حق کښې هم تسلیم کېدے شی۔ ګویا کهٔ بغېر دَ رد اؤ انکار نه دَ هغې اورؤل دَ تلقی بالقبول دلیل دے۔
ف۱۴۶: یعنی دَ جروحو اؤ زخمونو دَ قصاص معاف کؤل دَ ګناهونو کفاره ګرځی۔ لکه چې پهٔ ځینو احادیثو کښې دَ دې خبرې تصریح شوے ده۔ اؤ ځنې مفسرینو دا آیت دَ جارح پهٔ حق کښې ګڼلے دے۔ یعنی کهٔ مجروح جارح ته معافی وکړی نو دَ هغهٔ ګناه به معاف شی۔ والراجح هوالاول۔
ف۱۴۷: یهودو دَ قصاص پهٔ حکم کښې رد و بدل کړے وهٔ۔ پهٔ یهودو کښې دَ بنو نضیر قبیله زیاته زوره وره اؤ عزتمنده وه نو دَ هغوی به دَ بنو قریظه قبیلې نه پوره دیت وصولؤلو۔ اؤ کهٔ پهٔ هغوی به راغلو نو بنو قریظه ته به ېٔ نیم دیت ورکؤلو۔ بنو قریظه دَ خپلې کمزوریٔ پهٔ وجه هغوی سره دغسې معاهده کړے وه۔ اتفاقی دَ قریظه دَ یو سړی دلاسه دَ بنو نضیر یو سړے مړ شو۔ هغوی ترېنه دَ زوړ دستور مطابق دَ پوره دیت مطالبه وکړه۔ هغوی ورته جواب ورکړو چې ځیٔ هغه زمانه تېره شوه چې تاسو به پهٔ مونږ ظلمونه کؤل۔ اوس دَ محمّدﷺ زمانه ده۔ دا ناممکنه ده چې مونږ دَ تاسو نه څومره دیت اخلو دَ هغې دوچند تاسو ته درکړو۔ څومره چې تاسو راکویٔ هم هغه هومره به درکؤو۔ دَ هغوی مطلب دا وهٔ چې دَ محمّدﷺ پهٔ موجودګیٔ کښې څوک طاقتور پهٔ کمزوری ظلم نهٔ شی کؤلے ، هغهﷺ به دَ کمزوری امداد کوی۔ اؤ دَ طاقتور اؤ کمزوری پهٔ حق کښې به یو شان انصاف کوی۔ اخر جګړه دَ حضورﷺ عدالت ته لاړه اؤ دَ بنو قریظه خیال صحیح وختو۔ حضورﷺ دَ دواړو ترمینځه پهٔ انصاف فیصله وکړه۔ یهودو دَ رجم پهٔ شان دَ قصاص پهٔ حکم کښې هم تبدیلی کړے وه (نو پهٔ دې دا آیت نازل شو چې پهٔ تورات کښې هم دَ قصاص دغه شان حکم دوی ته شوے وهٔ) دَ قصاص دَ حکم بیانؤلو نه پس وَ مَنْ لَّمْ یَحْکُمْ بِمَآ اَنْزَلَ اللہُ(الآیة) فرمائیلو کښې دې واقعې طرف ته اشاره ده۔ چونکې هغوی دَ قصاص دَ حکم منلو نه انکار نهٔ وهٔ کړے۔ صرف عمل عمل ېٔ دَ هغې خلاف کؤلو ځکه دلته دَ کافرون پهٔ ځائې ظالمون ووئیلی شو۔ یعنی دا څرګند ظلم دے چې دَ قوی نه کم اؤ دَ کمزوری نه زیات دیت واخستے شی۔
وَ قَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ١۪ وَ اٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ فِیْهِ هُدًی وَّ نُوْرٌ١ۙ وَّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَ هُدًی وَّ مَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَؕ۝۴۶
اؤ وروستو راواستؤلو مونږ دَ دوی پهٔ پل باندې عیسٰی بن مریم ف۱۴۸ تصدیق کؤنکے دَ تورات چې دې نه مخکښې نهٔ وهٔ ، اؤ ور مو کړو هغهٔ ته انجیل چې پهٔ دې کښې هدایت اؤ رڼا وه ، تصدیق ېٔ کؤلو دَ مخکښینی کتاب تورات اؤ لار ښودونکے اؤ نصیحت کؤونکے وهٔ (الله نه) ویرېدونکیو ته ، ف۱۴۹
ف۱۴۸: یعنی دوی هم دَ هغوی پهٔ نقشِ قدم روان وو۔
ف۱۴۹: یعنی حضرت عیسٰیؑ پهٔ خپله به هم دَ تورات تصدیق کؤلو اؤ کوم کتاب انجیل چې هغهٔ ته ورکړې شوے وهٔ پهٔ هغې کښې هم دَ تورات تصدیق وهٔ اؤ انجیل هم پهٔ نُور اؤ هدایت کښې دَ تورات پهٔ شان وهٔ۔ پهٔ حکمونو اؤ شریعت کښې دواړو کښې ډېر لږ فرق وهٔ۔ څنګه چې آیت وَ لِاُحِلَّ لَکُمْ بَعْضَ الَّذِیْ حُرِّمَ عَلَیْکُمْ کښې دې طرف ته اشاره شوے ده اؤ دا فرق دَ تورات دَ تصدیق منافی نهٔ دے څنګه چې مونږ قرآن کریم منو اؤ صرف دَ هغې پهٔ احکامو عمل کوؤ (دَ قرآن کریم اؤ نورو آسمانی کتابونو پهٔ احکامو کښې ډېر فرق دے لېکن سره دَ دې قرآن کریم دَ نورو آسمانی کتابونو تصدیق کوی)
وَ لْیَحْكُمْ اَهْلُ الْاِنْجِیْلِ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فِیْهِ١ؕ وَ مَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ۝۴۷
اؤ پکار ده چې فیصلې وکړی انجیل والا دَ هغې موافق کوم چې راستؤلے الله پهٔ دې کښې ، اؤ څوک چې حکم نهٔ کوی دَ هغې موافق چې راستؤلے الله ، نو هم دغه کسان نافرمانه دی۔ ف۱۵۰
ف۱۵۰: کوم عیسایان چې دَ انجیل دَ نازلېدو پهٔ وخت موجود وو دا حکم هغوی ته ورکړې شوے وهٔ۔ اؤ اوس دلته نقل شو۔ یا هغه عیسایانو ته خطاب دے کوم چې دَ قرآن دَ نازلېدو پهٔ وخت کښې موجود وو۔ چې تاسو پهٔ انجیل پوره پوره عمل وکړیٔ اؤ پهٔ انجیل کښې چې دَ نبی آخرالزمان متعلق کومې خوشخبریٔ دی هغه مهٔ پټویٔ اؤ مهٔ ېٔ غلطې معنې راوباسیٔ۔ پهٔ انجیل کښې دَ مقدس ”فارقلیط“ اؤ نبی آخرالزمان متعلق حضرت مسیحؑ فرمائی ”چې کله چې هغه روحِ حق راشی نو تاسو ته به دَ حق ټولې لارې وښائی تاسو هغهٔ ته پهٔ دروغژن وېنا دَ ځان دپاره ابدی تاوان مهٔ ګټیٔ“
نو عیسایانو ته دَ حضرت مسیحؑ پهٔ دې وېنا عمل پکار دے۔
وَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ الْكِتٰبِ وَ مُهَیْمِنًا عَلَیْهِ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَ لَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ الْحَقِّ١ؕ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَّ مِنْهَاجًا١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّ لٰكِنْ لِّیَبْلُوَكُمْ فِیْ مَاۤ اٰتٰىكُمْ فَاسْتَبِقُوا الْخَیْرٰتِ١ؕ اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَۙ۝۴۸
اؤ نازل کړو مونږ پهٔ تا باندې رښتونے کتاب تصدیق کؤنکے دَ مخکښینیو کتابونو اؤ دَ هغې دَ مضامینو نګهبان، ف۱۵۱ نو تهٔ فیصلې کوه دَ دوی تر مینځه مطابق دَ هغې چې نازل کړو الله، ف۱۵۲ اؤ دَ دوی پهٔ رضا پسې مهٔ ځه، چې هغه نېغه لار پرېږدے کومه چې تا ته راغلے ده۔ ف۱۵۳ مونږ پهٔ تاسو کښې هر یو ته ورکړے دے یو قانون اؤ یو لار، ف۱۵۴ اؤ کهٔ الله غوښتے نو تاسو ټول به ېٔ پهٔ یو دین کړی ویٔ ، لېکن هغه خو پهٔ تاسو ازمېښت کوی پهٔ خپلو ورکړو حکمونو باندې، ف۱۵۵ نو تاسو پهٔ منډه ورځیٔ نیکیو ته ، ف۱۵۶ الله ته دَ ستاسو دَ ټولو راغونډېدل دی ، بیا به هغه درته وښیٔ پهٔ کومو خبرو چې ستاسو اختلاف وهٔ۔ ف۱۶۷
ف۱۵۱: دَ ”مهیمن“ معنٰی پهٔ لغت کښې امین ، غالب ، نګهبان ، حاکم ، محافظ شوے ده اؤ پهٔ هره معنٰی قرآن کریم دَ مخکښینیو کتابونو مهیمن دے۔ دَ الله تعالیٰ کوم امانت چې انجیل اؤ تورات کښې سپارلې شوے وهٔ هغه دَ څهٔ زیاتی سره پهٔ قرآن کښې موجود دے۔ کومې خبرې چې پهٔ هغه کتابونو کښې دَ هغه قومونو دَ خاص حالت مطابق وې هغه قرآن منسوخ کړې اؤ کوم احکام چې نیمګړی وو دَ هغې تکمیل ېٔ وکړو۔ اؤ دَ کومې حصې چې خاص اهمیت نهٔ وهٔ هغه ېٔ نظرانداز کړو۔
ف۱۵۲: دَ یهودو پهٔ خپلو کښې پهٔ څهٔ خبره جګړه وه۔ یوه ډله چې پکښې دَ هغوی لوی لوی عالمان اؤ مشران وو ، حضورﷺ ته راغلهٔ دَ فیصلې دپاره۔ اؤ حضورﷺ ته ېٔ عرض وکړو چې تا ته خو پته ده چې زمونږ پهٔ خپل قوم کښې ډېر اثر دے نو کهٔ تاسو دا فیصله زمونږ پهٔ حق کښې وکړه نو مونږ به مسلمانان شو اؤ راسره به ډېر خلق نور هم مسلمانان شی۔ حضورﷺ دَ هغوی دا دَ رشوت اسلام قبول نهٔ کړو (اؤ فیصله ېٔ پهٔ حق اؤ انصاف وکړه) پهٔ دې باندې دا آیت نازل شو۔ (ابن کثیر)
ف۱۵۳: مونږ چې مخکښې فائده کښې دَ آیت کوم شانِ نزول بیان کړو ، دَ هغې نه دا صفا معلومیږی چې دا آیت دَ دې نه پس نازل شوے دے چې حضورﷺ دَ هغوی پهٔ خواهش دَ عمل کؤلو نه انکار وکړو نو پهٔ دې آیت کښې دَ حضورﷺ پهٔ حق باندې دَ استقامت تائید وشو اؤ آیٔنده دپاره هم دغسې پهٔ حق ثابت قدم پاتې کېدو تاکید وشو۔ کوم خلق چې دا قسم آیتونه دَ حضور اکرمﷺ دَ عظمت اؤ شانِ معصومیت خلاف ګڼی ، دَ هغوی نه غټ کم عقل نور نشته۔ اول خو دَ یو کار نه څوک منع کؤل دَ دې دلیل نهٔ دے چې ګنی دغه سړی دا کار کړے دے بل دا چې دَ پېغمبرانو دَ معصوم کېدو مطلب دا دے چې هغوی دَ الله پاک دَ حکم خلاف نهٔ شی کؤلے۔ یعنی چې پهٔ دې پوهیږی چې دا کار دَ هغوی خوښ نهٔ دے هغه کار هېچرې نهٔ شی کؤلے۔ اؤ کهٔ پهٔ څهٔ وخت کښې دَ هېرې یا اجتهادی غلطیٔ پهٔ وجه دَ یو راجح اؤ افضل کار پهٔ ځائې مروّج کار وکړی چې دې ته پهٔ اصطلاح کښې ”زَلَّۃٌ “ وائی۔ نو داسې کار دَ پېغمبرانو دَ عصمت نه خلاف نهٔ دی۔ څنګه چې دَ آدمؑ اؤ نورو نبیانو دَ واقعاتو نه ثابتیږی۔ پهٔ دې خبره باندې پوهېدو نه پس دَ وَلَا تَتَّبِعْ اَہْوَآءَہُمْ (الآیة) وَاحْذَرْہُمْ اَنْ یَّفْتَنُوْکَ (الآیة) اؤ داسې نورو آیتونو پهٔ مطلب پوهېدو کښې څهٔ اشکال نهٔ پاتې کیږی۔ ځکه چې پهٔ دې کښې صرف حضورﷺ ته خبردارے ورکړې شوے دے چې تهٔ دَ دې لعینانو دَ خبرو نه اثر مهٔ اخله اؤ داسې کار مهٔ کوه چې پهٔ هغې بې دَ ستا دَ ارادې دَ دوی دَ خواهشاتو دَ پوره کېدو څهٔ شکل جوړ شی مثلًا پهٔ دې قصه کښې کوم چې دَ آیت شانِ نزول دے۔ یهودو څومره غټ دَ مکر و فریب جال غوړؤلے وهٔ چې مونږ به ټول مسلمانان شو۔ پهٔ دې خو پوهېدل چې حضورﷺ پهٔ دنیا کښې دَ هر څهٔ نه زیات پهٔ اسلام مئین دے۔ دلته دا امکان وهٔ چې لوئے نه لوئے مستقیم انسان هم دا خیال کړے وې چې دَ دوی په یو معمولی خواهش پوره کؤلو دومره غټه دینی نفع حاصلیږی اؤ دومره کسان دَ دوزخ نه بچ کیږی نو پهٔ دې کښې څهٔ حرج دے۔ پهٔ داسې خطرناکه موقع قرآن کریم حضور اکرمﷺ ته خبردارے ورکوی چې ګورے چرته پهٔ هېره هم څهٔ داسې رائے قائمه نهٔ کړی چې هغه دَ ستا دَ شان سره مناسب نهٔ وی۔ دلته خو حضور اکرمﷺ دَ آیت نازلېدو نه مخکښې دَ خپلې تقوٰی اؤ کمالِ تدبّر پهٔ وجه دَ هغوی مکر اؤ فریب رد کړے وهٔ۔ لېکن پهٔ داسې موقع کهٔ آیت مخکښې راغلے وې هم دَ حضورﷺ دَ شانِ عصمت نه خلاف نهٔ وهٔ۔ څنګه چې مخکښې بیان شو۔
ف۱۵۴: یعنی الله تعالیٰ دَ هر اُمت قانون اؤ طریقهٔ کار دَ هغې اُمت دَ حالاتو اؤ استعداد مطابق جُدا جُدا راستؤلے دے۔ سره دَ دې چې ټول نبیان اؤ ټول آسمانی کتابونه دَ دین پهٔ اصولو اؤ هغه عامو قاعدو کښې پهٔ کومو چې ابدی نجات موقوف دے ، متحّد دی اؤ دَ یو بل تصدیق کوی۔ بیا هم پهٔ جزئیاتو اؤ فروعو کښې هر امت ته دَ هغې دَ ماحول اؤ خاص استعداد خاص خاص احکا م اؤ هدایات راغلی دی۔ پهٔ دې آیت کښې دې فروعی اختلاف ته اشاره ده۔ دَ صحیح بخاری شریف پهٔ یو حدیث کښې ټولو انبیاؤ علیهم السّلام ته علّاتی روڼه وئیلی شوی دی چې پلار ېٔ یو وی اؤ میاندې ېٔ بیلې بیلې وی۔ دَ دې مطلب هم دا دے چې اصول دَ ټولو یو دی اؤ پهٔ فروعو اؤ جزئیاتو کښې اختلاف دے۔ څنګه چې دَ وړوکی پهٔ پیدائش کښې پلار فاعل اؤ مفیض دے اؤ مور فاعله اؤ دَ افاضې محل دے۔ پهٔ دې کښې هم یوه لطیفه اشاره ده چې دَ آسمانی شریعتونو اختلاف دَ مخاطبینو پهٔ قابلیت اؤ استعداد مبنی دے۔ ګنی پهٔ مبدءِ فیاض اؤ راستونکی کښې خو څهٔ اختلاف اؤ تعدّد نشته۔ هم یو ذات دے دَ ټولو شریعتونو راستؤنکے اؤ دَ فیض سر چشمه یو ذات دے اؤ دَ هغهٔ علم ازلی دے۔
ف۱۵۵: چې پهٔ تاسو کښې څوک دَ الله تعالیٰ دَ مالکِ مطلق کېدو اؤ محیط علم اؤ کامل حکمت باندې یقین کوی اؤ هر نوے حکم حق اؤ صحیح ګڼی اؤ پهٔ رضا و رغبت ېٔ قبلوی اؤ دَ یو وفادار غلام پهٔ شان هر نوی حکم ته سر ټیټوی۔
ف۱۵۶: یعنی پهٔ شریعتونو کښې دَ اختلاف پهٔ لیدو۔ پهٔ قیل و قال اؤ کج بحثونو کښې وخت مهٔ ضائع کویٔ۔ دَ وصول الی الله طلب کونکیو دپاره پهٔ عملی ژوند کښې کوشش پکار دے۔ اؤ کوم عقائد ، اخلاق اؤ نیک اعمال چې شریعت پېش کوی پهٔ هغې باندې عمل کؤلو کښې درته چستی پکار ده۔
ف۱۵۷: نو دَ انجام خیال وکړیٔ اؤ پهٔ نیکو اؤ ښو کارونو کښې چست شیٔ۔ دَ اختلاف ټول حقیقت به درته پهٔ آخرت کښې معلوم شی۔
وَ اَنِ احْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَ لَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ وَ احْذَرْهُمْ اَنْ یَّفْتِنُوْكَ عَنْۢ بَعْضِ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ اِلَیْكَ١ؕ فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ اَنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّصِیْبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوْبِهِمْ١ؕ وَ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ لَفٰسِقُوْنَ۝۴۹
اؤ الله ووې چې تهٔ فیصله وکړه دَ دوی ترمینځه دَ هغې مطابق چې الله نازل کړے ، اؤ دَ دوی پهٔ رضا مهٔ ځه اؤ دَ دوی نه ځان ساته چې تا خطا نهٔ کړی پهٔ داسې حکم کښې چې الله پهٔ تا نازل کړے دے۔ ف۱۵۸ بیا کهٔ دوی ونهٔ منی نو پوهه شه چې دَ الله رضا دا ده چې ورسوی دوی ته څهٔ سزا دَ دوی دَ ګناهونو، ف۱۵۹ اؤ پهٔ خلقو کښې ډېر نافرمانه دی۔ ف۱۶۰
ف۱۵۸: یعنی خلق پهٔ خپلو کښې هر څهٔ اختلاف اؤ بحثونه چې کوی ، تا ته خو دا حکم دے چې دَ مَآ اَنْزَلَ اللہُ موافق حکم کوه اؤ دَ چا دَ خبرو پرواه مهٔ کوه۔
ف۱۵۹: پوره سزا خو به پهٔ قیامت کښې ورکؤلے شی۔ خو پهٔ لږه غوندې سزا هم دلته مجرمانو ته خبردارے ورکؤلے شی۔
ف۱۶۰: یعنی تهٔ دَ دې خلقو پهٔ خبره نهٔ منلو مهٔ خفه کېږه۔ پهٔ دنیا کښې منونکی خلق همېشه لږ وی۔
وَ مَآ اَکْثَرُ النَّاسِ وَ لَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِیْنَ (سورة یوسف، رکوع ۱۱)
(کهٔ تهٔ ډېر خواهش لرے هم اکثر خلق ایمان نهٔ راؤړی)
اَفَحُكْمَ الْجَاهِلِیَّةِ یَبْغُوْنَ١ؕ وَ مَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ۠۝۵۰
آیا دوی دَ کفر دَ زمانې حکمونه غواړی ، اؤ دَ الله نه بهتر څوک دے حکم کؤنکے دَ یقین کونکیو دپاره۔ ف۱۶۱
ف۱۶۱: یعنی کوم خلق چې دَ الله تعالیٰ پهٔ کاملې بادشاهیٔ اؤ کامل رحمت اؤ محیط علم باندې یقین لری ، دَ هغوی پهٔ نزد پهٔ دنیا کښې دَ هېچا حکم دَ الله دَ حکم پهٔ مخکښې دَ اورېدو قابل نهٔ دے نو ولې بیا دا خلق دَ خدائی احکامو دَ رڼا راتلو نه پس هم دَ وهمونو اؤ کفر اؤ جاهلیت تیرو ته واپس تلل غواړی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْیَهُوْدَ وَ النَّصٰرٰۤی اَوْلِیَآءَ١ؔۘ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ١ؕ وَ مَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۝۵۱
اے ایماندارو مهٔ نیسیٔ یهود اؤ نصاریٰ پهٔ دوستیٔ ، ف۱۶۲ دوی پهٔ خپلو کښې دَ یو بل دوستان دی، ف۱۶۳ اؤ پهٔ تاسو کښې چې څوک دوی سره دوستی کوی نو هغه هم دَ دوی نه دے، ف۱۶۴ بېشکه الله هدایت نهٔ کوی ظالمانو خلقو ته۔ ف۱۶۵
ف۱۶۲: اولیاء دَ ولی جمع ده۔ ولی دوست ته ، خپل ته اؤ مددګار اؤ ملګری ته وئیلے شی۔ غرض دا چې یهود اؤ نصاریٰ بلکې کافر ټول پهٔ خپلو کښې دوستان دی۔ لکه سورتِ نساء کښې چې واضح وئیلی شوی دی۔ مسلمانانو ته دَ کفارو پهٔ ډله کښې دَ یو سره هم دوستانه تعلقات پیدا کؤل جائز نهٔ دی۔ پهٔ دې موقع دا خیال ساتل پکار دی چې موالات ۔ مروت ۔ حسنِ سلوک ۔ مصالحت ۔ رواداری اؤ عدل و انصاف دا ټول بیل بیل څیزونه دی۔ اهلِ اسلام کهٔ مصلحت ګڼی نو دَ کافرو سره دَ صلحې معاهده پهٔ شرعی طریقه کؤلے شی۔ وَ اِنْ جَنَحُوْا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَہَا وَ تَوَکَّلْ عَلَی اللہِ (انفال ، رکوع ۸)
عدل و انصاف څنګه چې پهٔ مخکښې آیتونو کښې تېر شوے دے ، دَ مسلمان اؤ کافر هر بنیادم پهٔ حق کښې ضروری دے۔ مروت ۔ حسنِ سلوک یا رواداری هم دَ کفارو سره کېدے شی۔ کوم کفار چې دَ مسلمانانو سره دښمنی یا عناد ساتی۔ څنګه چې سورتِ ممتحنه کښې واضح حکم دے۔ باقی موالاة یعنی پهٔ یو غېر مسلم دوستانه اعتماد اؤ دَ ورورولیٔ امداد اؤ ملګرتیا مسلمان ته جائز نهٔ ده۔ دَ زړهٔ دوستی جائز نهٔ ده۔ البته دَ دوستیٔ ظاهری شکل چې دَ اِلَّآ اَنْ تَتَّقُوْا مِنْہُمْ تُقَاۃٌ پهٔ ضمن کښې راځی۔ اؤ عام تعاون چې دَ هغې دَ مسلمانانو پهٔ پوزیشن څهٔ اثر نهٔ پرېوځی۔ دَ دې اجازت شته۔ دَ ځنې خلفاء راشدینو چې پهٔ دې باره کښې غېر معمولی سختی ذکر شوے ده هغه پهٔ احتیاط باندې مبنی ده۔
ف۱۶۳: یعنی دَ مذهبی ډلې پرے اؤ پهٔ خپلو کښې دَ عداوت باوجود دَ یو بل سره دوستانه تعلقات لری۔ پهٔ خپلو کښې دَ اختلاف سره هم دَ مسلمانانو پهٔ مقابله کښې ټول یو دی۔ دَ مسلمان پهٔ مقابله کښې یهودی دَ عیسائی دوست اؤ ملګرے دے۔ اَلْکُفْرُ مِلَّۃٌ وَاحِدَۃٌ (کفار ټول دَ اسلام پهٔ مقابله کښې یوه ډله دی)
ف۱۶۴: یعنی دَ کافرو سره شریک دی اؤ دَ دوی نه شمېر دی۔ دا آیتونه دَ منافقانو مشر عبد الله بن ابیٔ پهٔ حق کښې نازل شوی دی۔ دَ هغهٔ دَ یهودو سره ډېره دوستی وه۔ دَ هغهٔ دا خیال وهٔ کهٔ چرته پهٔ مسلمانانو سخته راغله نو دَ یهودو سره دوستی به پکار راشی۔ اؤ دَ دوی پهٔ برکت به دَ سختې نه بچ شم۔ هم دغسې واقعې ته پهٔ مخکښې آیت کښې اشاره شوے ده۔ نو پهٔ اصل کښې دَ منافقانو دوستی دَ یهودو سره پهٔ دې وجه وه چې یهودیان دَ اسلام سخت دښمنان وو۔ څرګنده ده چې یو سړے دَ یهودو اؤ عیسایانو سره پهٔ دې وجه دوستی کوی چې دوی دَ اسلام دښمنان دی۔ دَ هغهٔ پهٔ کفر کښې څهٔ شک کېدے شی؟ پهٔ منافقانو کښې ځنی کسان داسې هم وو چې دَ اُحد پهٔ غزا کښې ېٔ لږه سخته ولیده نو وېٔ وئیل چې مونږ به دَ فلانی یهودی یا فانی عیسائی سره دوستی جوړه کړو۔ اؤ کهٔ ضرورت راغلو نو دَ هغوی پهٔ مذهب به شو۔ دَ دغسې خلقو دپاره هم دغه حکم دے وَ مَنْ یَّتَوَلَّہُمْ مِنْکُمْ فَاِنَّہٗ مِنْہُمْ۔ پاتی شو هغه مسلمانان چې دَ داسې قسم خیالاتو نه بغېر دَ کافرو سره دوستی جوړوی دَ هغوی متعلق هم دا خطره ضرور شته چې دَ کفارو سره ناستے پاستے به ورو ورو دَ هغوی پهٔ خیالاتو اثر غورزوی یا کم از کم دَ کافرانو رواجونه اؤ دَ استوګې طرز خو پرې ضرور اثر کوی۔ پهٔ دې وجه هم ورباندې دا آیت صادقیږی۔ پهٔ یو حدیث شریف کښې راځی ”اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ اَحَبَّ“ ”سړے دَ هغه چا سره وی دَ چا سره چې ېٔ مینه وی“ یعنی دَ دوست خیالات اؤ طرزِ عمل پهٔ سړی اثر کوی۔ اؤ پهٔ هغه ډله کښې ېٔ شریکوی (نو پهٔ دې وجه هم دَ کفارو سره ناستے پاستے اؤ تعلقاتو نه ځان ساتل ضروری دی)
ف۱۶۵: یعنی څوک چې دَ کفارو سره دَ دوستیٔ پهٔ وجه پهٔ خپل ځان اؤ نورو مسلمانانو ظلم کوی اؤ دَ مسلمانانو دَ کمزورتیا انتظار کوی۔ دَ داسې بدبخت اؤ دوکه باز پهٔ حقله دا طمع نهٔ شی کېدے چې چرې به هدایت قبول کړی اؤ سمې لارې ته به راواؤړی۔
فَتَرَی الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یُّسَارِعُوْنَ فِیْهِمْ یَقُوْلُوْنَ نَخْشٰۤی اَنْ تُصِیْبَنَا دَآىِٕرَةٌ١ؕ فَعَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَ بِالْفَتْحِ اَوْ اَمْرٍ مِّنْ عِنْدِهٖ فَیُصْبِحُوْا عَلٰی مَاۤ اَسَرُّوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ نٰدِمِیْنَؕ۝۵۲
اوس به تهٔ ووینې هغه کسان چې پهٔ زړونو کښې ېٔ مرض دے چې پهٔ منډه ورګډیږی دوی کښې ، وائی مونږ ویریږو چې دَ زمانې ګردش راباندې رانهٔ شی، ف۱۶۶ نو ډېر ژر به الله څرګنده کړی فتح یا څهٔ حکم دَ خپل طرف نه ، نو دوی به دَ خپلو زړونو پهٔ پټو خبرو ستومانه شی۔ ف۱۶۷
ف۱۶۶: دا هغه خلق دی دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ شک اؤ نفاق مرض دے۔ دَ دوی دَ الله پهٔ وعدو اؤ دَ اسلام پهٔ حقانیت اعتماد نشته ، ځکه پهٔ منډه منډه دَ کفارو پهٔ ځولۍ کښې ځان غورځوی چې دَ هغوی دَ غلبے پهٔ وخت کښې دوی ته هم نفع ورسی۔ اؤ دَ دوی پهٔ خیال چې مسلمانانو باندې کومه سخته راتلونکے ده، دوی دَ هغې نه بچ شی۔ دَ (نَخْشٰی اَنْ تُصِیْبَنَا دَآئِرَۃ) هم دغه معنٰی ده دَ دوی پهٔ زړهٔ کښې۔ لېکن دَ مسلمانانو مخکښې به ېٔ دَ دې مطلب دا بیانؤلو چې مونږ دَ یهودو نه قرض اخلو هغوی مالدار دی۔ نو کهٔ قحط یا مالی تاوان راباندې راشی نو دوی به راسره امداد کوی۔ دَ دغې خیالاتو جواب مخکښې آیت کښې ورکړې شوے دے۔
ف۱۶۷: یعنی هغه وخت نژدے دے چې الله پاک به خپل نبی اؤ مسلمانانو ته څرګنده فتح اؤ غلبه ورکړی اؤ مکّه معظّمه به چې دَ عربو مرکز دے دَ حضور ﷺ پهٔ قبضه کښې راشی۔ یا به پهٔ خپل حکم اؤ قدرت دَ دې نه علاوه بل څهٔ طاقت داسې څرګند کړی چې دَ منافقانو باطل خیالات به ټول ګډوډ شی اؤ دوی ته به څرګنده شی چې دَ مسلمانانو دښمنیٔ اؤ دَ کفارو دوستیٔ کښې دوه طرف ته تاوان دے۔ پهٔ دنیا کښې هم ذلّت اؤ رسوائی اؤ پهٔ آخرت کښې هم دردناک عذاب چې دا نتیجه ورته څرګنده شی۔ نو دَ افسوس دَ لاس مروړلو اؤ فریاد کؤلو نه بغېر به هېڅ پهٔ لاس ورنهٔ شی۔ ډېر یهود قتل کړی شو اؤ څهٔ جلاوطن شو اؤ دَ منافقانو امیدونه خاورې ایرې شو۔
وَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ١ۙ اِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ١ؕ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَاَصْبَحُوْا خٰسِرِیْنَ۝۵۳
اؤ وائی مسلمانان ، آیا دا هم هغه خلق دی چې کلک قسمونه ېٔ خوړل پهٔ الله ، چې مونږ تاسو سره یو ، برباد شو دَ دوی عملونه ، نو پرېوتل پهٔ تاوان کښې۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَنْ یَّرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَسَوْفَ یَاْتِی اللّٰهُ بِقَوْمٍ یُّحِبُّهُمْ وَ یُحِبُّوْنَهٗۤ١ۙ اَذِلَّةٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اَعِزَّةٍ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ١٘ یُجَاهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ لَا یَخَافُوْنَ لَوْمَةَ لَآىِٕمٍ١ؕ ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ۝۵۴
اے ایماندارو! پهٔ تاسو کښې کهٔ څوک واپس شو دَ خپل دین نه نو ژر به الله راولی داسې قوم چې الله دَ هغوی سره محبت کوی اؤ هغوی الله سره ، نرم زړی دی مسلمانانو دپاره اؤ سخت دی کافرو ته ، جهاد کوی دَ الله پهٔ لار کښې اؤ نهٔ ویریږی دَ هېچا دَ ملامتې نه۔ ف۱۶۸ دا دَ الله فضل دے ورکوی ېٔ چا ته چې ېٔ خوښه وی ، اؤ الله ډېر وسعت والا خبردار دے۔ ف۱۶۹
ف۱۶۸: پهٔ دې آیت کښې دَ اسلام دَ ابدی بقاء اؤ حفاظت متعلق عظیم الشانه پېشنګوئی شوے ده۔ پهٔ تېر آیت کښې دَ کافرو دَ دوستیٔ نه منع شوے ده۔ کېدے شی چې یو سړے یا قوم دَ کفارو دَ دوستیٔ پهٔ وجه دَ اسلام نه واپس شی څنګه چې پهٔ مَنْ یَّتَوَلَّہُمْ مِنْکُمْ فَاِنَّہٗ مِنْہُمْ کښې خبردارے ورکړې شوے دے۔ نو قرآن ډېر پهٔ قوت اؤ صفاییٔ سره اعلان کوی چې داسې خلق کهٔ دَ اسلام نه واپس شی نو خپل تاوان به وکړی اسلام ته څهٔ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ الله تعالیٰ به دَ مرتد کېدونکیو پهٔ مقابله کښې بل داسې قوم پیدا کړی چې دَ هغوی به الله سره عشق وی۔ اؤ الله پاک به هم دَ هغوی سره مینه کوی۔ هغوی به پهٔ خپلو کښې (دَ مسلمانانو دپاره) نرم وی اؤ دَ دښمن پهٔ مقابله کښې به ډېر سخت وی۔ دَ قرآن دا مخکښې وینا بحمد الله پهٔ هره صدیٔ کښې پوره کیږی۔ دَ ارتداد ټولو نه غټه فتنه دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات نه پس سمدستی دَ حضرت ابوبکرؓ دَ خلافت پهٔ اولنیو ورځو کښې راپورته شوے وه۔ دَ مرتدانو ګڼې ډلې دَ مسلمانانو پهٔ مقابله کښې راپورته شوے وې۔ خو دَ اللہ پهٔ فضل دَ صدیق اکبرؓ پهٔ تدبّر ، جرأت اؤ دَ مخلصانو مسلمانانو پهٔ سرفروشانه کارنامو دا اور ډېر ژر مړ کړې شو۔ اؤ ټول عرب بیا متحّد شو او دَ نوی سره ېٔ بیا ډېر پهٔ اخلاص دَ اسلام خدمت ته ملا وتړله۔ نن هم کتے شی چې کله څوک جاهلان اؤ حریصان دَ اسلام دَ حلقې نه دَ وتو کوشش شروع کړی نو دَ هغوی نه زیات تعلیم یافته اؤ مخلص غېر مسلم دَ اسلام فطری کوشش خپل ځان ته راواړوی اؤ دَ مرتدانو دَ سر ټکؤلو دپاره الله پاک پهٔ مسلمانانو کښې داسې مخلص اؤ فرمانبردار کسان راپورته کړی چې هغوی دَ الله پهٔ لار کښې دَ هېڅ طاقت خیال نهٔ ساتی۔
ف۱۶۹: دَ بنیادم دَ ټولو نه غټه خوش قسمتی اؤ پهٔ هغهٔ دَ الله پاک لوئے فضل دا دے چې دَ فتنې پهٔ وخت کښې پهٔ حق باندې خپله هم قائم پاتې شی اؤ نور خلق هم دَ تباهیٔ نه بچ کړی۔ الله پاک چې چا ته غواړی دا نیک بختی ورکوی۔ دَ هغهٔ فضل بې حسابه دے اؤ هغه ښهٔ پوهیږی چې څوک دَ دې فضل ښهٔ حقدار دے۔
اِنَّمَا وَلِیُّكُمُ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ هُمْ رٰكِعُوْنَ۝۵۵
ستاسو ملګرے خو هم هغه الله دے اؤ دَ هغهٔ رسول ، اؤ هغه ایماندار چې قائم دی پهٔ نمونځونو اؤ ورکوی زکٰوة اؤ عاجزی کونکی دی۔ ف۱۷۰
ف۱۷۰: پهٔ تېرو آیتونو کښې مسلمانان دَ یهودو اؤ عیسایانو دَ دوستیٔ نه منع شوی وو۔ دَ دې پهٔ اورېدو فطری طور دا سوال پورته کیږی چې دَ دوی سره دوستی نهٔ کوی نو مسلمانان به دَ چا سره دوستی کوی۔ پهٔ دې آیت کښې وښیٔلی شو چې دَ هغوی اصلی ملګری صرف الله پاک ، دَ هغهٔ رسولﷺ اؤ مخلص مسلمانان دی۔
وَ مَنْ یَّتَوَلَّ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَاِنَّ حِزْبَ اللّٰهِ هُمُ الْغٰلِبُوْنَ۠۝۵۶
اؤ څوک چې دوست لری الله اؤ دَ هغهٔ رسول اؤ ایمانداران نو هم دَ الله ډله پهٔ ټولو غالبه ده۔ ف۱۷۱
ف۱۷۱: دَ کافرانو ډېروالی اؤ دَ مسلمانانو کمی ته چې وکتے شی نو کېدے شی چې یو دَ کمزوری زړهٔ اؤ پهٔ ظاهر اسبابو نظر لرونکی مسلمان ته شک پیدا شی چې دَ تمامې دنیا سره دوستی پرېښو نه پس کامیابی خو لرې خبره ده چې دَ دښمنانو دَ حملې نه ځان ساتل هم ګران دی۔ دَ داسې خلقو دَ تسلۍ دپاره فرمان دے چې پهٔ ظاهر نظر مهٔ کویٔ۔ پهٔ کوم طرف چې الله پاک دَ هغهٔ رسولﷺ اؤ مخلص مسلمانان دی هم هغه ډله به غالبه اؤ کامیابه وی۔ دا آیتونه پهٔ خصوصیت سره دَ حضرت عباده ابن صامت انصاری رضی الله عنه پهٔ حق کښې نازل شوی دی۔ دَ یهودو قبیلې بنی قینقاع سره دَ هغهٔ ډېر نژدے تعلقات وو۔ لېکن دَ الله اؤ رسولﷺ اؤ مسلمانانو پهٔ ملګرتیا کښې هغهٔ دَ یهودو سره خپل زاړهٔ تعلقات بالکل ختم کړل۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَكُمْ هُزُوًا وَّ لَعِبًا مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَ الْكُفَّارَ اَوْلِیَآءَ١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۵۷
اے ایماندارو مهٔ نیسیٔ هغه کسان چې ستاسو دین ورته خندا اؤ لوبې ښکاری، هغه کسان چې ورکړې شوے دے کتاب ستاسو نه مخکښې اؤ نهٔ کفار پهٔ دوستیٔ ف۱۷۲ اؤ دَ الله نه ویرېږیٔ کهٔ تاسو ایماندار ییٔ۔ ف۱۷۳
ف۱۷۲: دَ کفارو نه مطلب دلته مشرکان دی لکه چې دَ عطف نه څرګندیږی۔
ف۱۷۳: پهٔ تېرو آیتونو کښې مسلمانان دَ کافرو دَ دوستیٔ نه منع شوی وو۔ پهٔ دې آیت کښې یو خاصه موثره طریقه باندې دَ هغې ممانعت تاکید کیږی اؤ دَ کافرانو نه نفرت پیدا کؤلے شی۔ دَ یو مسلمان پهٔ نظر کښې دَ خپل دین اؤ مذهب نه زیات خوږ اؤ قدرمند شے بل نشته۔ نو هغوی ته وښیٔلې شوه چې یهودیان ، عیسایان اؤ مشرکان ستاسو پهٔ مذهب پورې ټوقې مسخرې کوی اؤ پهٔ (شعائر الله) اذان پورې خندا کوی۔ اؤ کوم چې پکښې پهٔ دې وخت غلی دی هغوی هم نور نهٔ منع کوی بلکې دَ هغوی پهٔ دې کار خوشحالیږی۔ دَ کفارو پهٔ دې رذیل حرکت خبرېدو نه پس یو مسلمان هم دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې یو ذرّه غېرت اؤ ایمان اؤ دَ الله پاک ویره وی ، دَ کافرانو سره دوستی نهٔ شی جوړؤلے۔ دَ دوی دَ کفر اؤ اسلام دښمنیٔ نه علاوه یواځې پهٔ دین پورې خندا دَ دوی دوستی پرېښو دپاره کافی ده۔
وَ اِذَا نَادَیْتُمْ اِلَی الصَّلٰوةِ اتَّخَذُوْهَا هُزُوًا وَّ لَعِبًا١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْقِلُوْنَ۝۵۸
اؤ کله چې تاسو نمانځهٔ دپاره بلنه کویٔ نو دوی ترېنه خندا اؤ لوبه جوړه کړی ، دا ځکه چې دا بې عقله خلق دی۔ ف۱۷۴
ف۱۷۴: یعنی چې تاسو اذان کویٔ نو پهٔ دوی اور بلیږی۔ نو دَ ډېره تاوه پهٔ اذان پورې خندا شروع کړی۔ دغه دَ دوی دَ بې وقوفیٔ دلیل دے۔ پهٔ اذان کښې الله تعالیٰ لوئی ، دَ توحید اعلان اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ رسالت (چې دَ ټولو مخکښینیو انبیاؤ تصدیق کوی) اقرار دے۔ دَ نمانځهٔ دپاره بلنه ده (چې پهٔ ټولو عبادتونو کښې کامل دے اؤ دَ الله دَ بندګیٔ پکښې اظهار دے) چې دَ دین اؤ دنیا دواړو دَ کامیابیٔ ذریعه ده۔ ښه نو پهٔ دې کښې دَ خندا څهٔ خبره ده۔ پهٔ داسې نیک کار پورې خندا صرف هغه خلق کؤلے شی چې دماغ ېٔ بالکل دَ عقل نه خالی وی اؤ دَ ښهٔ بد فرق نهٔ شی کؤلے۔ پهٔ ځنو روایاتو کښې راځی چې پهٔ مدینه منوره کښې یو عیسائی وهٔ چې پهٔ اذان کښې به ېٔ اَشْہَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللہ واؤرېدو نو وې به ېٔ قَدْ حَرّق الْکَاذِبُ (دروغژن دې پهٔ اور وسوزی) دَ هغهٔ نیت هر څهٔ چې وهٔ خو خبره دَ هغهٔ دَ حال مطابق صحیح وه ، ځکه چې هغه خبیث دروغژن وهٔ۔ دَ اسلام پهٔ ترقۍ دَ کینې اور کښې سوزېدو۔ اؤ اتفاقی یو شپه یو وړوکی دَ هغهٔ کور ته اور راؤړو چرته ترېنه یو سکروټه پرېوته۔ دَ کور خلق ټول ودهٔ وو۔ دَ هغې سکروټې نه پهٔ کور اور ولګېدو۔ اؤ هغه سړے پکښې سره دَ بال بچ وسوزېدو۔ دغسې الله پاک خلقو ته وښیٔله چې دروغژن دَ دوزخ دَ اور نه مخکښې پهٔ دنیا کښې هم دغسې سوزی۔ پهٔ اذان پورې دَ خندا یو بل روایت هم پهٔ صحیحو احادیثو کښې راځی۔ وائی چې حضورﷺ دَ حُنین دَ غزا نه پس واپس راتلو۔ پهٔ لاره یو ځائې کښې حضرت بلالؓ اذان وکړو۔ یو ځو ځلمیو هلکانو چې پکښې یو ابو محذوره هم وهٔ ، پهٔ اذان پورې خندا شروع کړه اؤ دَ مؤذن نقل به ېٔ کؤلو۔ حضور اکرمﷺ پهٔ چا باندې هغه هلکان راونیؤل (اؤ ورته ېٔ ووېٔ چې تاسو دا کلمې بیا وواییٔ څنګه چې مو وې) پهٔ بیا وینا سره دَ ابو محذوره پهٔ زړهٔ دې کلمو اثر وکړو اؤ ایمان ېٔ راؤړو۔ اؤ حضور اکرمﷺ هغه دَ مکّې معظّمې مؤذن مقرر کړو۔ دغسې دَ الله پهٔ قدرت دَ نقل نه اصل جوړ شو۔
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ هَلْ تَنْقِمُوْنَ مِنَّاۤ اِلَّاۤ اَنْ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَ مَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلُ١ۙ وَ اَنَّ اَكْثَرَكُمْ فٰسِقُوْنَ۝۵۹
تهٔ ورته ووایه اے اهلِ کتابو! ستاسو مونږ سره څهٔ ضد دے سوا دَ دې چې مونږ ایمان راؤړے پهٔ الله ، اؤ څهٔ چې نازل شوی دی پهٔ مونږ ، اؤ څهٔ چې نازل شوی دی زمونږ نه مخکښې ، اؤ دا چې پهٔ تاسو کښې اکثر نافرمانه دی، ف۱۷۵
ف۱۷۵: پهٔ یو کار پورې ټوقې اؤ خندا پهٔ دوه وجې کېدے شی یو خو دا چې هغه کار دَ خندا قابل وی۔ بل دا چې دَ هغه کار کونکی حالت داسې وی چې بنده ته ورپورې خندا ورشی۔ پهٔ مخکښې آیت کښې وښیٔلے شوه چې اذان داسې شے نهٔ دے چې خندا ورپورې وشی۔ اذان پورې خو به انتهائی احمق سړے خندا کوی۔ پهٔ دې آیت کښې دَ اذان کونکیو دَ پاکیٔ اؤ احترام حالت بیان شوے دے۔ چې خندا کونکی چې دَ خیره سره اهلِ کتاب هم دی اؤ دَ شریعت دَ علم دعویٰ کوی هغوی دې پهٔ انصاف سره ووائی چې دوی دَ مسلمانانو سره داسې ضد ولې کوی اؤ پهٔ اذان کښې دوی ته دَ خندا څهٔ خبره ښکاری؟ مونږ کښې سوا دَ دې نه نور څهٔ بدی ده چې مونږ الله وحدہٗ لا شریک منو ، دَ هغهٔ پهٔ ټولو کتابونو اؤ ټولو رسولانو ایمان راؤړو۔ اؤ دَ دې پهٔ مقابله کښې دَ خندا کونکیو دا حال دے چې نهٔ پهٔ پوره توحید قائم دی اؤ نهٔ دَ ټولو رسولانو عزت اؤ احترام کوی اؤ نهٔ دَ الله پهٔ کتابونو عمل کوی۔ نو اوس تاسو وواییٔ چې دَ الله یو نافرمانه ته پهٔ فرمانبردار پورې دَ خندا څهٔ حق دے۔
قُلْ هَلْ اُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكَ مَثُوْبَةً عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ مَنْ لَّعَنَهُ اللّٰهُ وَ غَضِبَ عَلَیْهِ وَ جَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَ الْخَنَازِیْرَ وَ عَبَدَ الطَّاغُوْتَ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّ اَضَلُّ عَنْ سَوَآءِ السَّبِیْلِ۝۶۰
ورته ووایه ، زهٔ تاسو ته وښیٔم چې پهٔ دوی کښې دَ چا ناکاره سزا ده دَ الله سره ، دَ هغه چا چې الله پهٔ لعنت کړل اؤ ورته پهٔ غضب شو اؤ جوړ ېٔ کړل دَ ځنو نه شادوګان اؤ خنزیران اؤ چا چې دَ شیطان عبادت وکړو هم دغه خلق پهٔ ډېره ناکاره درجه کښې دی اؤ ډېر زیات خطا شوی دی دَ سمې لارې نه ، ف۱۷۶
ف۱۷۶: یعنی کهٔ ایمان بالله باندې مضبوط ودرېدل اؤ دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه پهٔ نازل شویو احکامو دَ زړهٔ نه تصدیق کؤل ستاسو پهٔ خیال دَ مسلمانانو غټ جرم وی نو راشیٔ چې تاسو ته یو داسې قوم وښیٔم چې دَ خپل شرارت اؤ ناکاره اخلاقو پهٔ وجه ورباندې دَ الله غضب شوے اؤ پهٔ لعنت شوی دی۔ نن هم ورباندې دَ هغې قهر اؤ غضب علامې څرګندې دی۔ دَ دې قوم دَ ډېرو افرادو نه دَ بې حیاییٔ اؤ حرص پهٔ وجه پهٔ دنیا کښې شادوګان اؤ خنزیران جوړ شوی دی اؤ چا چې دَ الله بندګی پریٔښې اؤ دَ شیطان بندګی ېٔ خوښه کړے ده کهٔ پهٔ انصاف سره وکتې شی نو هم دغه ګمراه قوم دَ ملامتې اؤ خندا حقدار دے اؤ اے یهودو هغه تاسو هم خپله ییٔ۔
وَ اِذَا جَآءُوْكُمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا وَ قَدْ دَّخَلُوْا بِالْكُفْرِ وَ هُمْ قَدْ خَرَجُوْا بِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا كَانُوْا یَكْتُمُوْنَ۝۶۱
اؤ کله چې تا ته راشی نو وائی مونږ ایمان راؤړے دے اؤ حال دا دے چې دوی هم کافر راغلی وو اؤ کافر واپس شو۔ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې دوی پټؤل۔ ف۱۷۷
ف۱۷۷: پهٔ دې آیت کښې هم دَ دغه قوم دَ ځنو افرادو بیان دے پشی شا خو پهٔ اسلام پورې خندا کوی اؤ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مخکښې یا دَ مخلصو مسلمانانو پهٔ مخکښې وائی چې مونږ خو مسلمانان یو۔ اؤ حال دا دے چې دَ اول نه تر آخره دَ دوی دَ یو منټ دپاره هم دَ اسلام سره څهٔ تعلق نهٔ وهٔ۔ اؤ نهٔ دَ حضور اکرمﷺ وعظ و نصیحت پهٔ دوی څهٔ اثر کړے دے۔ آیا دوی صرف پهٔ خلهٔ دَ ایمان اؤ اسلام پهٔ الفاظو الله پاک ته دوکه ورکوی؟ هغه عالم الغیب والشهادة چې دَ دوی دَ زړونو دَ حال نه هم خبر دے کهٔ دَ دوی دا خیال وی چې تش پهٔ الفاظو به هغه خوشحال کړی نو دَ دې نه زیات حماقت به نور څهٔ وی؟ ګویا دَ دې آیت نه دَ اهلِ کتابو هغه دَ خندا قابل کارونو ذکر کیږی پهٔ کومو چې دَ خبرېدو نه پس دوی ته مسلمانانو پورې دَ خندا پهٔ ځائې ځان پورې خندا پکار ده۔ پهٔ مخکښې آیتونو کښې هم دَ دغې مضمون تکمیل دے۔
وَ تَرٰی كَثِیْرًا مِّنْهُمْ یُسَارِعُوْنَ فِی الْاِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ وَ اَكْلِهِمُ السُّحْتَ١ؕ لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۶۲
اؤ تهٔ به وینې ډېر پهٔ دوی کښې چې منډې وهی ګناه ته اؤ ظلم ته اؤ حرام خوړو ته۔ ډېر ناکاره کارونه دی چې دا دوی کوی۔ ف۱۷۸
ف۱۷۸: غالبًا دَ اِثم نه یواځې دَ ځان (لازمی) اؤ دَ عدوان نه بل ته هم اثر رسونکی (متعدی) ګناهونه مراد دی۔ یعنی دَ دې خلقو خپل حال خو دا دے چې ډېر پهٔ شوق سره دَ هر قسم ګناه کار پسې منډې وهی۔ خواه داسې کار وی چې اثر ېٔ صرف خپل ځان ته رسی یا داسې وی چې اثر ېٔ پهٔ بل چا هم پرېوځی۔ دَ چا اخلاقی حالت چې دومره خراب وی اؤ حرام خوری چې دَ چا کسب وی دَ هغې قوم پهٔ ناکاروالی کښې څهٔ شک کېدے شی۔ دا خو ېٔ دَ عوامو حال دے۔ مخکښې ېٔ دَ خواصو حال بیانیږی۔
لَوْ لَا یَنْهٰىهُمُ الرَّبّٰنِیُّوْنَ وَ الْاَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْاِثْمَ وَ اَكْلِهِمُ السُّحْتَ١ؕ لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ۝۶۳
ولې نهٔ منع کوی دَ دوی بزرګان اؤ عالمان دوی دَ ګناه دَ خبرو نه اؤ دَ حرامو خوړو نه ، ډېر ناکاره کارونه دی دا کوم چې دوی کوی۔ ف۱۷۹
ف۱۷۹: الله تعالیٰ چې کوم قوم تباه کوی نو دَ هغې عوام پهٔ ګناهونو اؤ نافرمانو کښې ډوب شی اؤ دَ هغې خواص یعنی عالمان اؤ بزرګان ورته ګونګیان ولاړ وی۔ (دَ ګناه دَ کارونو نه ېٔ نهٔ منع کوی)۔ دَ بنی اسرائیلو هم دغه حال وهٔ چې عوام خو ېٔ پهٔ دنیاوی مستو اؤ نفس پرستو کښې ډوب وو۔ دَ الله تعالیٰ احکام ېٔ بالکل هېر کړی وو۔ اؤ عالمانو اؤ دروېشانو ېٔ امر بالمعروف پریښې وهٔ۔ چا ته ېٔ منع اؤ وعظ اؤ نصیحت نهٔ کؤلو ځکه چې دَ دنیا پهٔ حرص اؤ نفس پرستیٔ کښې هغوی دَ عوامو نه زیات وو۔ دَ مخلوق دَ ویرې یا دَ دنیا دَ لالچ پهٔ طمع ېٔ چا ته حق خبره نهٔ شوه کؤلے۔ دَ دغې سستیٔ اؤ عفلت پهٔ وجه قومونه تباه کیږی۔ ځکه اُمّتِ محمّدیﷺ ته پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې بې شمېره ځایه څرګند هدایت اؤ سخت تاکید شوے دے چې پهٔ هېڅ وخت کښې اؤ دَ هېچا پهٔ مخکښې دَ دې فرض امر بالمعروف و نهی عن المنکر ( دَ ښو خبرو حکم اؤ ناکاره کار نه منع کؤل)نه غفلت ونهٔ کړیٔ۔
وَ قَالَتِ الْیَهُوْدُ یَدُ اللّٰهِ مَغْلُوْلَةٌ١ؕ غُلَّتْ اَیْدِیْهِمْ وَ لُعِنُوْا بِمَا قَالُوْا١ۘ بَلْ یَدٰهُ مَبْسُوْطَتٰنِ١ۙ یُنْفِقُ كَیْفَ یَشَآءُ١ؕ وَ لَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّ كُفْرًا١ؕ وَ اَلْقَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَ الْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ١ؕ كُلَّمَاۤ اَوْقَدُوْا نَارًا لِّلْحَرْبِ اَطْفَاَهَا اللّٰهُ١ۙ وَ یَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ۝۶۴
اؤ یهود وائی دَ الله لاس بند شو ، ف۱۸۰ دَ دوی لاسونه دې بند شی ف۱۸۱ اؤ لعنت دې وی پهٔ دوی پهٔ دې وینا۔ داسې نهٔ ده دَ الله خو دواړه لاس ف۱۸۲ ازاد دی خرڅ کوی څنګه چې غواړی ، ف۱۸۳ اؤ پهٔ دوی کښې دَ ډېرو به زیاتیږی پهٔ دې کلام چې پهٔ تا نازل شوے دے ستا دَ رب دَ طرف نه شرارت اؤ انکار ف۱۸۴ اؤ مونږ اچؤلے ده دَ دوی ترمینځه دشمنی اؤ کینه دَ قیامت تر ورځې پورې ف۱۸۵ کله چې دوی اور بلوی دَ جنګ دپاره نو الله ېٔ مړ کړی۔ اؤ دوی منډې وهی ملک کښې فساد دپاره اؤ الله نهٔ خوښوی فساد کونکی ف۱۸۶
ف۱۸۰: دَ حضور اکرمﷺ دَ دنبوت پهٔ وخت کښې دَ اهلِ کتابو زړونه دَ کفر ، سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه داسې مسخ شوی وو چې دَ الله تعالیٰ پهٔ نسبت بې ادبه الفاظ وئیلو نه ېٔ هم مخ نهٔ اړؤلو۔ دَ الله مرتبه دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې دَ یو عام بنیادم نه زیاته نهٔ وه۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ حق کښې به ېٔ داسې خبرې کؤلے چې پهٔ بنده به غونی ځیګ ځیګ شو۔ کله به ېٔ وې چې نعوذ بالله الله فقیر دے اؤ مونږ مالدار یو کله به ېٔ وې دَ الله لاس تړلی دی۔ شاید چې دَ دې نه ېٔ هم مطلب دا وهٔ چې محتاج اؤ فقیر دے۔ خزانې ورسره ختمې شوی دی۔ غَلِّ یَدْ دَ بخل اؤ شومۍ نه کنایه ده۔ یعنی ورسره خو شته خو لاس ېٔ تړلی دی (نعوذ بالله) خرڅ کؤلے ېٔ نهٔ شی۔ بخیل اؤ شوم شوے دے۔ بهرحال دَ هغوی مطلب هر څهٔ چې وهٔ۔ دَ هغوی دَ دې کفریه الفاظو وجه دا ده چې هر کله دَ هغوی دَ سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه دَ دې لعینانو نه الله پاک سلطنت واخستو اؤ دَ ژوند تنګی اؤ بد حالی اؤ دَ وطن تنګسیا پرې راغله نو پهٔ خپلو غلطیو اؤ نافرمانیٔ باندې ستومانه کېدو پهٔ ځائې دَ الله پاک پهٔ حق کښې ېٔ دا وینا شروع کړه۔ شاید پهٔ دې خیال چې مونږ دَ پېغمبرانو اولاد یو۔ بلکه دَ الله اولاد اؤ دوستان یو نو دا څهٔ چل وشو چې مونږ داسې تباه حال شو اؤ بنی اسماعیل پهٔ دنیا کښې دَ عزت اؤ سلطنت خاوندان شو۔ مونږ خو هم هغه بنی اسرائیل یو کوم چې پخوا وو ، خو معلومیږی چې دَ الله پهٔ خزانو کښې کمے راغلے دے یا اوس شوم اؤ بخیل شوے دے چې خپل اولاد ته ېٔ نهٔ ورکوی۔ کم عقل دومره نهٔ پوهېدل چې دَ الله خزانې خو لامحدود دی هغه دَ ختمېدو نهٔ دی اؤ کهٔ دَ هغهٔ خزانې ختمې شوے وې نو مسلمانانو به دا دومره ترقی پهٔ څهٔ کؤله۔ نو تاسو پوهه شیٔ چې دَ الله لاسونه بند شوی نهٔ دی بلکې دَ ستاسو دَ نافرمانیو پهٔ وجه تاسو ته پهٔ غضب شوے دے اؤ ارته زمکه ېٔ درباندې تنګه کړے ده۔ مخکښې به لا نوره سختی هم ووینیٔ اؤ پته به درته ولګی۔
ف۱۸۱: دا دَ دعا پهٔ رنګ کښې مخکښې وینا وه (پېشنګوئی) یا دَ هغوی دَ واقعی حالت اطلاع ده۔ چې بخل دَ هغوی لاسونه تړلی دی۔
ف۱۸۲: دَ الله تعالیٰ دپاره چې لاس ، پښې ، سترګې وغېره الفاظ راغلی دی دَ هغې نه چرته دا وهم ونهٔ کړیٔ چې (معاذ الله) دَ الله پاک هم چرته دَ بنیادمو پهٔ شان اندامونه یا بدن شته۔ بس څنګه چې دَ الله تعالیٰ دَ ذات ، وجود ، حیات ، علم اؤ نورو صفاتِ کمالیه پوره بیان نهٔ شی کېدے چې دَ هغې څهٔ نظیر اؤ مثال نشته نو پوره کیفیت ېٔ نهٔ شی بیانېدے۔
اے برتر از خیال و قیاس و گمان و وہم و زہر چہ گفتہ اندوشنیدیم و خواندہ ایم
دفتر تمام گشت و بپایاں رسید عمر ماہمچناں دراول و صف تو ماندہ ایم
هم دغسې دا الفاظ هم وګڼیٔ۔ خلاصه دا چې څنګه دَ الله تعالیٰ ذات بې مثله (بې چون و بې چګون) دے۔ دغه شان دَ هغهٔ سمع ، بصر ، ید وغېره صفات هم دی۔ دَ دې معنٰی دَ هغهٔ دَ شان سره مناسب هر څهٔ چې وی زمونږ دَ خیال ، تصور اؤ تعبیرونو بیان نه وچته ده۔ نهٔ زمونږ عقل پهٔ هغې پوهېدے شی اؤ نهٔ ېٔ پهٔ الفاظو کښې بیان کېدے شی۔ حضرت شاه عبد القادرؒ دلته دَ دواړو لاسونو نه مراد دَ رحم اؤ دَ قهر صفات اخستی دی۔ یعنی نن دَ الله تعالیٰ دَ مهربانیٔ لاس پهٔ اُمّتِ محمّدیﷺ اؤ دَ قهر اؤ غضب لاس پهٔ بنی اسرائیلو ازاد دے۔ څنګه چې مخکښې آیتونو کښې راځی۔
ف۱۸۳: یعنی پهٔ دې هغه ښهٔ پوهیږی چې پهٔ کوم وخت کښې اؤ پهٔ چا باندې څومره خرڅ پکار دے۔ کله پهٔ یو وفادار دَ امتحان یا اصلاح دپاره سخته راولی اؤ کله ورته دَ وفاداریٔ پهٔ عوض کښې ډېر ډېر نعمتونه ورکړی۔ دَ آخرت نه مخکښې ورته پهٔ دنیا کښې هم دَ خوشحالیٔ اسباب مهیّا کړی۔ دَ دې پهٔ مقابله کښې کله کله یو سرکش باندې هم دَ آخرت دَ عذاب نه مخکښې پهٔ دنیا کښې سخته راولی اؤ کله ورته دنیا کښې دَ آرام اؤ راحت سامان ورکړی اؤ زیاتی مهلت ورکړی چې یا خو دَ الله پاک احسانونو نه وشرمیږی ، خپل بد عمل پرېږدی اؤ نیک شی۔ اؤ یا پکښې ښهٔ ورډوب شی اؤ دَ انتهائی سختې حقدار شی۔ دې مختلفو حالتونو اؤ مختلفو حکمتونو پهٔ موجودګیٔ کښې دَ یو سړی دَ مقبول کېدو یا مردود کېدو فیصله دَ الله پهٔ اطلاع اؤ دَ نورو علاماتو پهٔ ذریعه کېدے شی۔ لکه څنګه چې دَ یو سړی لاس دَ غلا پهٔ وجه پرېکړې شوے وی۔ اؤ دَ یو سړی لاس ډاکټر دَ علاج پهٔ وجه پرېکړے وی۔ نو لاس خو دَ دواړو پرې کړے دے خو دَ هغوی دَ نور ژوند اؤ حالاتو نه پته لګی چې دَ دې یو لاس دَ سزا دپاره پرېکړې شوے دے اؤ دَ دې بل علاج دپاره۔
ف۱۸۴: دَ دوی دَ ګستاخیٔ جواب ورکړې شوے دے۔ خو دَ قرآن پاک پهٔ دې حکیمانه جواب باندې دَ دې ضدیانو اؤ کم عقلو تسلّی نهٔ شی کېدے ، بلکې دَ کلامِ الٰهی پهٔ اؤرېدو دَ دوی پهٔ انکار اؤ کفر کښې نوره هم ترقی کیږی۔ لکه دَ یو بیمار معدې ته کهٔ ښهٔ خوراک ورشی هغه هم ورته نقصان کوی۔ نو پهٔ دې کښې دَ خوراک څهٔ قصور نشته دَ بیمار دَ معدې اؤ مزاج قصور دے۔
ف۱۸۵: اګرچې نژدے خاص دَ یهودو مقوله نقل شوے ده ، لېکن دَ اَلْقَیْنَا بَیْنَہُمْ نه مراد هغوی اؤ دَ هغوی ملګری دی۔ یعنی یهود اؤ نصاریٰ اؤ دَ ټولو اهلِ کتابو حال بیان شوے دے څنګه چې دَ دې سورت پهٔ اول کښې تېر شوے دے۔ اؤ پهٔ مخکښې آیت کښې هم ټولو اهلِ کتابو ته خطاب دے۔ مطلب دا چې څومره دَ هغوی شرارت اؤ انکار زیاتیږی دومره به دَ مسلمانانو خلاف سازشونه اؤ دَ جنګ تیارے کوی۔ لېکن دَ دوی پهٔ خپلو کښې داسې اختلاف پرېوتے دے چې دا دَ ختمېدو نهٔ دے۔ نو دَ اسلام خلاف د دوی سازشونه کامیابېدے نهٔ شی۔
ف۱۸۶: دَ دې نه معلومه شوه چې ترڅو چې مسلمانانو کښې ورورولی اؤ اتفاق مضبوط وی اؤ دَ خیر اؤ نیکیٔ پهٔ لار روان وی ، دَ فتنې اؤ فساد نه ځان ساتی څنګه چې اصحابِ کراموؓ کؤل تر هغې وخته به دَ اهلِ کتابو ټول کوششونه بېکاره ځی۔
وَ لَوْ اَنَّ اَهْلَ الْكِتٰبِ اٰمَنُوْا وَ اتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَ لَاَدْخَلْنٰهُمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ۝۶۵
اؤ کهٔ اهلِ کتابو ایمان راؤړے وې اؤ ویرېدے نو مونږ لرې کړے به وې دَ دوی نه دَ دوی بدیٔ اؤ داخل کړی به مو وو دَ نعمتونو پهٔ باغونو کښې۔ ف۱۸۷
ف۱۸۷: یعنی سره دَ دې سختو جرمونو اؤ شرارتونو اوس هم کهٔ اهلِ کتاب توبه وباسی اؤ پهٔ حضور اکرمﷺ اؤ قرآن کریم ایمان راؤړی اؤ تقویٰ اختیار کړی نو الله پاک به دَ هغوی توبه قبوله کړی اؤ پهٔ خپل فضل اؤ رحم به دنیاوی اؤ اُخروی نعمتونه ورکړی۔ دَ سخت نه سخت مجرم هم چې توبه ګار شی نو دَ الله تعالیٰ رحم ډېر زیات دے هغه ېٔ معافی قبلوی۔
وَ لَوْ اَنَّهُمْ اَقَامُوا التَّوْرٰىةَ وَ الْاِنْجِیْلَ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ مِّنْ رَّبِّهِمْ لَاَكَلُوْا مِنْ فَوْقِهِمْ وَ مِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ١ؕ مِنْهُمْ اُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ١ؕ وَ كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا یَعْمَلُوْنَ۠۝۶۶
اؤ کهٔ دوی قایٔم ساتلې تورات اؤ انجیل اؤ څهٔ چې پهٔ دوی نازل شوی دی دَ الله له طرفه ف۱۸۸ نو خوړل به ېٔ دَ بره نه اؤ دَ ښپو دَ لاندې نه۔ ف۱۸۹ ځنې کسان پهٔ دوی کښې پهٔ سمه لار دی۔ ف۱۹۰ اؤ ډېر پهٔ دوی کښې ناکاره کارونه کوی۔
ف۱۸۸: یعنی قرآن کریم چې دَ تورات اؤ انجیل نه پس دَ دوی دَ هدایت دپاره راغلے دے پهٔ دې ېٔ ایمان راؤړے دے۔ ځکه چې دَ قرآن دَ منلو نه بغېر دوی پهٔ تورات اؤ انجیل هم پهٔ صحیح معنٰی قائم نهٔ شی پاتې کېدے۔ بلکې دَ تورات اؤ انجیل اؤ ټولو آسمانی کتابونو منلو مطلب هم دا دے چې پهٔ قرآن مجید اؤ نبی آخرالزمان (چې دَ زړو آسمانی کتابونو دَ مخکښې وینا مطابق راستؤلی شوی دی) ایمان راؤړی ، دَ تورات اؤ انجیل حواله ورکړې شوه۔ چې کهٔ دوی قرآن نهٔ قبلوی نو دَ دې مطلب دا دے چې دوی دَ خپلو کتابونو منلو نه هم منکر دی۔
ف۱۸۹: یعنی دَ زمکې اؤ آسمانونو ټولو نعمتونو نه به ېٔ فائده اخستې وه اؤ دَ ذلّت اؤ بد حالیٔ دَ ژوند نه به کوم چې دَ دوی دَ سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ سزا کښې پرې راغلے وهٔ بچ شوی وو۔
ف۱۹۰: دا یو څو کسان دی چې دَ پیدائشی نیک بختیٔ پهٔ وجه ېٔ دَ اعتدال لار اختیار کړے ده اؤ دَ حق آواز ېٔ واؤرېدو لکه عبد الله بن سلامؓ اؤ دَ حبشو بادشاه نجاشی اؤ دَ هغوی ملګری۔
یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ١ؕ وَ اِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ۝۶۷
اے رسولﷺ ورسوه څهٔ چې پهٔ تا نازل شوی دی ستا دَ رب دَ طرفه ، اؤ کهٔ داسې دې ونهٔ کړل نو دَ هغه رب هېڅ پېغام دې ونهٔ وسوو ، اؤ الله به تا بچ ساتی دَ خلقو نه ، بې شکه الله لار نهٔ ښیٔ کافر قوم ته ف۱۹۱
ف۱۹۱: پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ اهلِ کتابو دَ شرارت اؤ کفر پهٔ وخت هغوی ته دَ تورات ، انجیل ، قرآن اؤ نورو آسمانی کتابونو باندې دَ عمل ترغیب ورکړې شو۔ مخکښې قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَسْتُمْ عَلٰی شَیْءٍ سره دَ اهلِ کتابو ډلې ته اعلان کیږی چې دَ دې اقامت نه بغېر ستاسو مذهبی ژوند هېڅ هم نه دے ، بالکل صِفر دے۔ پهٔ مخکښې آیت یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الخ سره حضور اکرمﷺ دَ دې فیصله کن اعلان دپاره تیارؤلے شی چې پهٔ تا چې دَ پروردګار دَ طرف نه څهٔ نازلیږی خصوصًا داسې فیصله کن اعلانونه هغه بې خوفه اؤ بې خطره خطره خلقو ته رسوه۔ اؤ بالفرض کهٔ دَ تبلیغ پهٔ یوه خبره کښې هم له تا نه څهٔ ناراستی وشوه نو دَ یو رسول پهٔ حیثیت تا ته دَ پېغام رسانیٔ کومه اوچته عهده چې درکړې شوے ده ، داسې به ګڼلے شی چې تا دَ هغې حق ادا نهٔ کړو۔ بېشکه حضور اکرمﷺ ته دَ تبلیغ پهٔ فریضه پوره کؤلو زیات نه زیات مضبوطؤلو دپاره دَ دې نه مؤثر عنوان بل نهٔ وهٔ۔ اؤ حضور اکرمﷺ چې شل ، دویشت کاله پهٔ کوم بې مثله استقامت ، صبر اؤ استقلال اؤ مسلسل کوشش اؤ جد و جهد دَ تبلیغ دا فریضه پهٔ ښهٔ شان سره ادا کړه۔ دا دَ دې څرګند ثبوت دے چې حضور اکرمﷺ ته پهٔ دنیا کښې دَ هر څهٔ نه زیات دَ دې خپل فرضِ منصبی احساس وهٔ۔ دَ حضورﷺ دې قوی احساس اؤ تبلیغی جهاد ته چې خیال وکړې شی نو دَ تبلیغ پهٔ کار کښې نور هم تاکید کؤلو دپاره زیات مؤثر عنوان هم دا وهٔ چې حضور اکرمﷺ ته پهٔ یٰٓاَیُّہَا الرَّسُوْلُ سره خطاب وشی اؤ صرف دومره ووئیلی شی چې بالفرض کهٔ تا څهٔ لږه هم سستی وکړه نو پوهه شه چې تهٔ خپل فرض ادا کؤلو کښې کامیاب نهٔ شوې۔ اؤ ظاهره ده چې دَ حضور اکرمﷺ دَ ټولو کوششونو مقصد هم دا وهٔ چې دَ خپل الله سره دَ رسالت پهٔ حقونو پوره کؤلو کښې دَ اعلیٰ نه اعلیٰ کامیابی حاصله کړی۔ نو اوس دا هېچرے ممکنه نهٔ وه چې حضور اکرمﷺ پهٔ یو پېغام رسؤلو کښې څهٔ هم سستی کړے وې۔ عمومًا دا تجربه شوے ده چې دَ تبلیغ حق ادا کؤلو کښې بنده پهٔ څو وجهو پاتې راتلې شی۔ (۱) یو خو دا چې چا ته دَ خپلې ذمه داریٔ دَ اهمیت پوره احساس نهٔ وی۔ (۲) یا دَ خلقو دَ عام مخالفت پهٔ وجه ورته دَ څهٔ نقصان رسېدو یا څهٔ فوائدو فوت کېدو خطره وی۔ (۳) یا دَ مخاطبینو دَ عامې سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ لیدو لکه څنګه چې مخکښې آیتونو کښې دَ اهلِ کتابو پهٔ نسبت ذکر شوے دے۔ بنده دَ تبلیغ دَ فائدې نه مایوس شی اؤ تبلیغ پرېږدی۔ دَ وړومبیٔ وجهې جواب پهٔ آیت یٰٓاَیُّہَا الرَّسُوْلُ الآیة کښې وشو۔ دَ دویٔمې خبرې جواب پهٔ وَ اللّٰهُ یَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ورکړې شو۔ دَ دریٔمې جواب اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ وشو۔ یعنی تهٔ خپل فرض پوره کوه۔ الله تعالیٰ به دَ خلقو دَ شر نه ستا حفاظت کوی اؤ دَ ټولې دنیا دښمنان به ستا مقابله کښې کامیابی نهٔ مومی۔ باقی هدایت اؤ ګمراهی دَ الله پهٔ اختیار کښې ده۔ داسې قوم چې هغوی خامخا کفر اؤ ګمراهیٔ ته ملا تړلے وی اؤ پهٔ هېڅ شان سمې لارې ته نهٔ راؤړی، نو تهٔ دَ دې غم مهٔ کوه اؤ مهٔ مایوس کېږه۔ تهٔ خپل فرض پوره کوه ، اثر کوی اؤ کهٔ نهٔ کوی۔ دَ دې فکر مهٔ کوه۔ نو نبی کریمﷺ دَ دې هدایتِ ربّانی مطابق خپل اُمت ته دَ هر وړوکی اؤ غټ حکم تبلیغ وکړو۔ دَ نوعِ انسانی دَ عامو اؤ خاصو کسانو مطابق چې څهٔ خبره وه اؤ دَ کومې ډلې دَ استعداد مطابق چې کومه خبره وه هغه ېٔ بغېر دَ څهٔ کمی زیاتی نه بې خوفه اؤ بې خطره پوره پوره ورسؤله اؤ پهٔ بندګانو باندې دَ الله حجت تمام شو اؤ دَ وفات نه دوه دوه نیمې میاشتې مخکښې ېٔ د حجِ وداع پهٔ موقع دَ څلویښتو زرو مسلمانانو دَ اجتماع پهٔ مخکښې اعلان وکړو۔ ”اے الله تهٔ ګواه شه چې ما ستا امانت ستا مخلوق ته ورسؤلو۔“
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَسْتُمْ عَلٰی شَیْءٍ حَتّٰی تُقِیْمُوا التَّوْرٰىةَ وَ الْاِنْجِیْلَ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ١ؕ وَ لَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّ كُفْرًا١ۚ فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ۝۶۸
تهٔ ورته ووایه اے اهلِ کتابو! تاسو هېڅ پهٔ لار نهٔ ییٔ تر څو چې قائم نه کړیٔ تورات اؤ انجیل اؤ څهٔ چې نازل شوی دی پهٔ تاسو دَ خپل رب له طرفه ف۱۹۲ اؤ پهٔ دوی کښې دَ ډېرو به زیاتیږی شرارت اؤ کفر دَ هغې کلام پهٔ وجه چې پهٔ تا دَ خپل رب له طرفه نازل شوے دے۔ نو تهٔ افسوس مهٔ کوه پهٔ دې کافر قوم باندې۔ ف۱۹۳
ف۱۹۲: یعنی دَ ټولو آسمانی کتابونو دَ کومو خاتِم اؤ مهیمن چې قرآن کریم دے۔ پهٔ تېره رکوع کښې دَ دې آیت تفسیر تېر شوے دے۔
ف۱۹۳: یعنی خپل فرض پهٔ اطمعنان سره ادا کوه (اؤ کهٔ پهٔ دې قوم ستا تبلیغ څهٔ اثر نهٔ کوی) نو پهٔ دې زړهٔ مهٔ تنګوه اؤ مهٔ دَ دې څهٔ غم کوه۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ الَّذِیْنَ هَادُوْا وَ الصّٰبِـُٔوْنَ وَ النَّصٰرٰی مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَ عَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝۶۹
بې شکه څوک چې مسلمانان دی اؤ یهودیان اؤ دَ صابیانو ډله اؤ نصاریٰ څوک چې ایمان راؤړی پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ نیک کارونه وکړی ، نهٔ هغوی ته څهٔ ویره شته اؤ نهٔ به هغوی غمژن وی۔ ف۱۹۴
ف۱۹۴: یعنی مسلمانان یا یهود و نصارٰی یا صابیان یا بل څهٔ قوم (دا یو څو مشهور مذهبونه دَ مثال پهٔ طور وئیلی شوی دی) هېڅ یو قوم صرف دَ دې نوم پهٔ وجه یا نسل یا رنګ اؤ قوم پهٔ وجه حقیقی کامیابی اؤ نجات نهٔ شی حاصلؤلے۔ دَ کامیابیٔ دپاره صرف یو شرط دے هغه دا چې ایماندار وی اؤ عمل ېٔ نیک وی۔ کوم قوم چې الله تعالیٰ ته دَ نژدیکت دعویٰ کوی ، خپل عمل دې پهٔ دې تله وتلی۔ کهٔ پوره وی نو کامیاب دی اؤ کهٔ نهٔ وی نو دَ الله دَ غضب نه دې ویریږی۔ پهٔ تېرو آیتونو کښې صرف اهلِ کتابو ته تبلیغ وهٔ۔ پهٔ دې آیت کښې ټولو قومونو اؤ ټولو مذهبونو ته بغېر دَ څهٔ خاص رعایت نه یو معقول اؤ منصفانه قانون پېش شوے دے۔ دَ دې نه پس دَ یو صحیح عقل خاوند ته دَ اسلام پهٔ صداقت کښې څهٔ شک نهٔ شی پاتې کېدے۔ یو سړے چې تر څو دَ الله پهٔ وجود ، وحدانیت ، صفاتِ کمالیه ، دَ قدرت پهٔ نښانو اؤ ټولو احکامو ، قاعدو اؤ ټولو نائبانو رسولانو باندې اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ باندې ایمان رانهٔ وړی اؤ نیک عمل ونهٔ کړی، نو آیا یو صحیح عقل دا منلې شی چې هغه به دَ الله رضا اؤ دائمی نعمتونه حاصل کړې شی؟ دا ټولې خبرې پهٔ ایمان بالله ولیوم الآخر کښې داغلے دی۔ فرض کړه یو سړے دَ نبوّت دَ څرګندو دلائلو سره بیا هم دَ یو پېغمبر توهین کوی اؤ هغهٔ ته دروغژن وائی۔ آیا دَ یو حکومت دَ سفیر توهین اؤ دَ څرګندو سندونو نه پس هغهٔ ته دروغژن وئیل دَ هغې حکومت توهین نهٔ دے؟ هم دغه شان پوهه شیٔ چې یو سړے چې دَ رښتونی پېغمبر تکذیب کوی اؤ دَ هغهٔ حکم نهٔ منی نو دا پهٔ حقیقت کښې دَ الله تعالیٰ هغه څرګندو نښانو اؤ (معجزو) ته دروغ وائی کومې چې الله تعالیٰ دَ نبی دَ تصدیق پهٔ سند کښې رالېږلی دی۔
”فَاِنَّہُمْ لَا یُکَذِّبُوْنَکَ وَ لٰکِنَّ الظَّالِمِیْنَ بِاٰیَاتِ اللہِ یَجْحَدُوْنَ“ (سورة انعام ، رکوع ۴) ”(دوی تا ته دروغژن نهٔ وائی بلکې دا نافرمانه دَ الله تعالیٰ دَ نښانو نه انکار کوی)“ نو آیا دَ الله تعالیٰ دَ څرګندو نښانو دَ تکذیب نه پس هم څوک دَ ایمان بِالله دعویٰ کؤلے شی؟ قرآن کریم چې دلته پهٔ ایمان بِالله اؤ عملِ صالح کښې کومو تفصیلاتو ته اشاره کړے ده پهٔ نورو ځایونو کښې هغه ښهٔ پهٔ تفصیل سره بیان شوی دی۔ زما پهٔ خیال دَ ټولو نه صحیح قول دا دے چې صابئین په عراق کښې یوه فرقه وه چې دَ هغوی مذهبی اصول اکثر دَ اشراقیانو اؤ فلسفیانو نه اخستی شوی وو۔ دې خلقو به پهٔ روحانیاتو کښې ډېر زیاتے کؤلو بلکې دَ ارواحو پرستش ېٔ کؤلو۔ دَ هغوی دا خیال وهٔ چې دَ (ارواحِ مجرده اؤ مدبرات فلکیه) پهٔ مدد به مونږ (رب الارباب) یعنی لوی رب ته ورسو۔ نو دوی به پهٔ سختو (ریاضتونو) روح کښې صفائی اؤ تجرد پیدا کؤلو چې دَ (عالمِ ارواح) سره تعلق پیدا کړی۔ اؤ بیا دَ هغوی پهٔ واسطه الله ته ورسی۔ هغوی دَ نبیانو دَ تابعداریٔ ضرورت نهٔ ګڼلو۔ دَ ستوریو دَ (ارواحِ مدبره) اؤ دغسې نورو روحانیاتو دَ خوشحالؤلو دپاره به ېٔ عبادت خانې جوړؤلے اؤ هم دَ دغې ارواحو دپاره به ېٔ نمونځ ، روژه اؤ قربانیٔ کؤلے۔ مطلب دا چې دَ حنفاؤ پهٔ مقابله کښې صابئین وو چې دَ هغوی غټه حمله پهٔ نبوت اؤ دَ هغې پهٔ لوازمو اؤ خواصو وه۔ دَ حضرت ابراهیمؑ پهٔ زمانه کښې دَ نمرود قوم صابیان وو ، دَ کومو پهٔ مقابله کښې چې ابراهیمؑ سخته قربانی ورکړے وه۔
لَقَدْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ رُسُلًا١ؕ كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُهُمْ١ۙ فَرِیْقًا كَذَّبُوْا وَ فَرِیْقًا یَّقْتُلُوْنَۗ۝۷۰
مونږ پخه وعده اخستې ده دَ بنی اسرائیلو نه ف۱۹۵ اؤ ور وامو ستؤل هغوی ته رسولان ، (خو) چې کله به راوړو هغوی ته یو رسول داسې حکم چې دَ هغوی به خوښ نهٔ وهٔ ، نو ډېرو ته ېٔ دروغژن ووېٔ اؤ ډېر به ېٔ قتل کړل۔ ف۱۹۶
ف۱۹۵: پهٔ تېرو آیتونو کښې چې الله ته دَ قبلېدو کوم معیار بیان شوے وهٔ یعنی ایمان اؤ عملِ صالح ۔ دلته دا ښیٔلی شی چې یهود پهٔ دې معیار تر کومه حده پوره وو۔
ف۱۹۶: دَ یو غلام دَ وفاداریٔ امتحان پهٔ دې کیږی چې کوم کار دَ هغهٔ زړهٔ نهٔ غواړی دَ مالک په حکم هغه کار پهٔ خوښه وکړی اؤ خپل خواهش دَ مالک دَ حکم تابع کړی ګنی صرف هغه حکم منل کوم چې دَ بنده خپله هم خوښ وی څهٔ کمال نهٔ دے۔
وَ حَسِبُوْۤا اَلَّا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ فَعَمُوْا وَ صَمُّوْا ثُمَّ تَابَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ثُمَّ عَمُوْا وَ صَمُّوْا كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ بَصِیْرٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ۝۷۱
اؤ دا خیال ېٔ وکړو چې دې کښې هېڅ خرابے نشته ، نو ړاندهٔ شو اؤ کاڼه شول بیا الله دَ هغوی توبه قبوله کړه ، بیا ړاندهٔ شول اؤ کاڼه شول ډېر پهٔ دوی کښې، ف۱۹۷ اؤ الله ښهٔ وینی څهٔ چې دوی کوی۔ ف۱۹۸
ف۱۹۷: یعنی دَ پوخ قول اؤ اقرار نه پس ېٔ غداری وکړه اؤ دَ الله رسولانو کښې چا ته ېٔ دروغژن ووېٔ اؤ څوک ېٔ بر ناحقه قتل کړل۔ دا خو دَ هغوی دَ ایمان بالله اؤ عمل صالح حال وهٔ اؤ دَ ایمان بالآخرت اندازه ېٔ دَ دې نه ولګویٔ چې دَ دومره ظلمونو اؤ جرمونو نه پس هم بې فکره وو۔ ګویا کهٔ دَ دې عمل به اډو څهٔ سزا نهٔ شی ورکؤلے اؤ دَ دې نافرمانیٔ به اډو څهٔ نتیجه نهٔ راوځی۔ پهٔ دې خیال دَ الله دَ کلام دَ طرف نه بالکل ړاندهٔ اؤ کاڼه شوی وو اؤ چې څهٔ دَ نهٔ کؤلو کارونه وو هغه ېٔ کؤل۔ ځنې نبیان ېٔ قتل کړل اؤ تکلیفونه ېٔ ورکړل۔ آخر ورباندې الله تعالیٰ بخت نصر مسلّط کړو (چې هغهٔ بیت المقدس وران کړو اؤ یهودیان ېٔ ټول غلامان اؤ ذلیل کړل) ډېره موده پس بیا دَ فارس ځنو بادشاهانو دوی دَ بخت نصر دَ غلامیٔ نه خلاص کړل اؤ بیا ېٔ بیت المقدس کښې آباد کړل۔ دې وخت کښې دوی توبه وویسته اؤ الله تعالیٰ ېٔ توبه قبوله کړه۔ څهٔ موده پس ېٔ بیا هغه شرارتونه شروع کړل۔ حضرت زکریاؑ اؤ یحیٰیؑ ېٔ قتل کړل اؤ دَ حضرت عیسٰیؑ قتل ته هم تیار وو ( خو هغه ترېنه الله تعالیٰ بچ کړو)۔
ف۱۹۸: یعنی دوی اګرچې دَ الله دَ قهر اؤ غضب نه ځان ړوند کړے دے خو الله تعالیٰ دَ دوی ټول عملونه وینی اؤ دَ اُمّتِ محّمدیﷺ پهٔ لاس به دَ دې سزا ورکوی۔
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ١ؕ وَ قَالَ الْمَسِیْحُ یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اعْبُدُوا اللّٰهَ رَبِّیْ وَ رَبَّكُمْ١ؕ اِنَّهٗ مَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ الْجَنَّةَ وَ مَاْوٰىهُ النَّارُ١ؕ وَ مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ۝۷۲
بې شکه کافر دی چا چې ووې الله هم هغه مسیح دے دَ مریم ځوئے۔ اؤ مسیح وئیلی دی اے بنی اسرائیلو بندګی کویٔ دَ الله چې زما رب دے اؤ ستاسو رب دے ، بې شکه څوک چې دَ الله سره شریک پیدا کوی پهٔ هغهٔ باندې الله حرام کړو جنت اؤ دَ هغهٔ ځائې دوزخ دے ، اؤ دَ ګناهګارو مددګار هېڅوک نشته۔ ف۱۹۹
ف۱۹۹: له دې ځایه دَ نصرانیانو دَ ”ایمان بالله“ کیفیت ښودلے کیږی چې تر کوم ځایه پورې دَ حقانیت پهٔ معیار منطبق کیږی۔ دَ دوی دَ ایمان بالله حال دا دے چې دَ عقل خلاف ، دَ فطرتِ سلیمه خلاف اؤ خپله دَ حضرت مسیحؑ دَ تصریحاتو خلاف ېٔ مسیح ابن مریم خدائې جوړ کړو۔ ”یو درے اؤ درے یو“ ورانې ویجاړې خبرې خو محض برائے نام دی۔ پهٔ حقیقت کښې ټول زور اؤ قوت صرف دَ حضرت مسیحؑ الوهیت ثابتؤلو باندې صرف کؤلے شی۔ حالانکې پخپله حضرت مسیحؑ دَ الله تعالیٰ پهٔ ربوبیت اؤ لکه دَ نورو انسانانو پهٔ خپل مربوبیت اؤ بندګیٔ علانیه اعتراف کوی اؤ پهٔ کوم شرک کښې چې دَ هغهٔ اُمت مبتلا کېدونکے وهٔ دَ هغې خرابی ېٔ پهٔ ډېر زور اؤ شور سره بیان کړے ده۔ بیا هم دا ړاندهٔ عبرت نهٔ اخلی۔
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ ثَالِثُ ثَلٰثَةٍ١ۘ وَ مَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّاۤ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ١ؕ وَ اِنْ لَّمْ یَنْتَهُوْا عَمَّا یَقُوْلُوْنَ لَیَمَسَّنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۷۳
بې شکه کافر شول چا چې ووېٔ الله دے پهٔ دریو کښې یو ، ف۲۰۰ اؤ حال دا دے چې یو معبود هم نشته سوا دَ یو معبود نه ، اؤ کهٔ دوی نهٔ منع کیږی دَ دې خبرې چې دوی وائی نو بې شکه وبه رسی پهٔ کفر باندې قائم پاتې کېدونکیو ته دردناک عذاب۔
ف۲۰۰: یعنی حضرت مسیحؑ اؤ روحُ القدس اؤ الله یا مسیحؑ اؤ مریمؑ اؤ الله درے واړه خدایان دی (العیاذ بالله) پهٔ دې کښې یوه برخه دَ الله شوه۔ بیا هغه درے واړه یو اؤ یو درے دی۔ دَ عامو عیسایانو عقیده هم دا ده۔ اؤ دغه دَ عقل اؤ بداهت نه خلاف عقیده پهٔ عجیبه ګول مول اؤ پېچدارو عبادتونو سره ادا کوی اؤ کله چې پهٔ دغه مفهوم څوک نهٔ پوهیږی نو هغه یو ماوراء العقل حقیقت ګڼی۔
رښتیا دی : ”لن یصلح العطار ما افسده الدهر“
اَفَلَا یَتُوْبُوْنَ اِلَی اللّٰهِ وَ یَسْتَغْفِرُوْنَهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۷۴
ولې توبه نهٔ وباسی دوی الله ته اؤ دَ ګناهونو بخښنه نهٔ غواړی هغهٔ نه ، اؤ الله دے بخښونکے مهربانه۔ ف۲۰۱
ف۲۰۱: دا دَ هغه غَفُوْرٌ رَّحِیْم شان دے چې داسې باغی اؤ ګستاخ مجرم هم کله چې پهٔ زړهٔ کښې وشرمیږی اؤ دَ حقیقی اصلاح پهٔ عزم اؤ ارادې حاضر شی نو پهٔ یوه شیبه کښې دَ دهٔ دَ ټول عمر جرائم معاف کوی۔
مَا الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ اِلَّا رَسُوْلٌ١ۚ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ١ؕ وَ اُمُّهٗ صِدِّیْقَةٌ١ؕ كَانَا یَاْكُلٰنِ الطَّعَامَ١ؕ اُنْظُرْ كَیْفَ نُبَیِّنُ لَهُمُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ انْظُرْ اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ۝۷۵
نهٔ دے مسیح بن مریم مګر یو رسول ، تېر شوی دی دَ هغهٔ نه مخکښې ډېر رسولان ، ف۲۰۲ اؤ دَ هغهٔ مور بزرګه وه ، ف۲۰۳ دې دواړو خوراک څښاک کؤلو ، وګوره مونږ دوی ته څنګه څرګندې نخښې بیانوؤ ۔ بیا وګوره چې دوی کوم خوا ته اپوټه روان دی۔ ف۲۰۴
ف۲۰۲: یعنی له هغه مقدّس اؤ معصوم جماعت ځنې دغه مسیحؑ هم یو فرد دے ، نو دې خدائې ګرځؤل ستاسو سفاهت دے۔
ف۲۰۳: دَ جمهور اُمت تحقیق هم دا دے چې پهٔ ښځو کښې نبوت نهٔ دے راغلے۔ اؤ دا لوئے اؤ لوړ منصب نارینؤ لره مخصوص دے۔ وَمَآ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِکَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْٓ اِلَیْہِمْ مِّنْ اَہْلِ الْقُرٰی (سوره یوسف، رکوع ۱۲) حضرت مریم بتول هم یوه ولی بی بی وه ، نبی نهٔ وه۔
ف۲۰۴: دَ غور کؤلو نه پس معلومېدے شی چې هر کله څوک دَ خوړلو اؤ څښلو ته محتاج وی۔ هغه دَ دنیا تقریبًا هر څیز ته محتاج دے۔ زمکه ، هوا ، اوبهٔ ، نمر ، حیوانات حتٰی چې له بؤلو اؤ غائطو اؤ نورو ضروریاتو نه هم نهٔ شی مستغنی کېدے۔ دَ یوې نمړۍ خوړو ته وګوریٔ کله چې ګېډې ته ورسیږی نو هضمېدلو پورې خیال وکړیٔ چې بالواسطه اؤ بلا واسطه څهٔ څهٔ څیزونو ته ضرورت پېښیږی؟ بیا دَ خوړلو سره هغه اثرات اؤ نتائج چې پیدا کیږی دَ هغې سلسله تر کومو ځایونو پورې رسیږی۔ دا دَ احتیاج اؤ افتقار وږده سلسله تر نظر لاندې ونیسیٔ نو مونږ دَ مسیحؑ اؤ مریمؓ دَ الوهیت ابطال دَ استدلال پهٔ شکل داسې بیانؤلے شو چې مسیحؑ اؤ مریمؓ دَ خوړلو اؤ څښلو دَ ضروریاتو نه مستغنی نهٔ وو چې پهٔ مشاهده اؤ تواتر سره ثابت دی اؤ هر هغه څوک چې له خوړلو اؤ څښلو نه مستغنی نهٔ وی نو دې دَ دنیا له هېڅ یو څیز نه نهٔ شی مستغنی کېدے۔ نو بیا هم تاسو ووایئ چې هغه ذات چې دَ نورو انسانانو پهٔ شان دَ خپل ژوندون اؤ بقاء دپاره له عالمِ اسباب نه مستغنی نهٔ وی نو دې څهٔ رنګه الله کېدے شی؟ دا داسې قوی اؤ واضح دلیل دے چې عالم اؤ جاهل یو شان پرې پوهېدے شی۔ یعنی خوړل اؤ څښل دَ الوهیت منافی دی۔ اګر کهٔ نهٔ خوړل هم دَ الوهیت دلیل نهٔ دے ګنی ټولې فرښتې به الله وګرځی۔ (معاذ الله)
قُلْ اَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَّ لَا نَفْعًا١ؕ وَ اللّٰهُ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۷۶
تهٔ ورته ووایه چې آیا تاسو الله پرېږدیٔ اؤ دَ داسې څیز عبادت کویٔ چې نهٔ دَ ستاسو دَ نقصان مالک دے اؤ نهٔ دَ نفعې ، اؤ هم الله هر څهٔ اوری ښهٔ پوهه دے، ف۲۰۵
ف۲۰۵: یعنی کله چې مسیحؑ ته ېٔ خدائې ووې نو لازم دی چې معبود هم ورته ووایٔ مګر معبود ګرځېدل یواځې دَ هغهٔ دَ ذات سره مختص دی چې دَ هر قسم نفع اؤ ضرر مالک اؤ پوره اختیار لرونکے وی ، ځکه چې عبادت دَ انتهائی تذلل نوم دے۔ اؤ انتهائی تذلل دَ هغه ذات پهٔ مقابله کښې اختیارؤلے شی چې دَ انتهائی عزت اؤ غلبې لرونکے وی پهٔ هر آن کښې دَ ټولو خبرو اورېدونکے اؤ دَ ټولو پهٔ احوالو پوهېدونکے وی پهٔ دې سره دَ تثلیث دَ شرکی عقیدې اؤ دَ ټولو مشرکینو دَ نورو باطلو عقائدو تردید هم وشو۔
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ غَیْرَ الْحَقِّ وَ لَا تَتَّبِعُوْۤا اَهْوَآءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوْا مِنْ قَبْلُ وَ اَضَلُّوْا كَثِیْرًا وَّ ضَلُّوْا عَنْ سَوَآءِ السَّبِیْلِ۠۝۷۷
ورته ووایه اے اهلِ کتابو تاسو زیاتے مهٔ کویٔ دَ دین پهٔ خبرو کښې ناحقه ۔ ف۲۰۶ اؤ دَ داسې قوم پهٔ خیالاتو پسې مهٔ ځیٔ چې خپله هم ګمراه دی پخوا راسې اؤ نور ېٔ هم ډېر خلق ګمراه کړی اؤ دَ سمې لارې خطا شوی۔ ف۲۰۷
ف۲۰۶: دَ عقیدې تجاوز اؤ مبالغه دا ده چې یو بشری مولود خدائې وګرځوی اؤ پهٔ عمل کښې مبالغه دا ده چې هغهٔ ته ”رهبانیه“ وائی۔ ”وَ رَہْبَانِیَّۃَ ابْتَدَعُوْہَا مَا کَتَبْنَا عَلَیْہِمْ“ (سوره الحدید ، رکوع ۴) دَ یهودو دَ هغه قبائحو نه چې بیان کړې شول۔ ظاهریږی چې پهٔ دنیا پرستیٔ کښې دَ ډوبېدلو پهٔ سبب دَ دوی پهٔ نزد دَ دین اؤ دیندارو څهٔ هېڅ عظمت اؤ وقعت نهٔ وهٔ۔ تر دې چې دَ انبیاؤؑ اهانت اؤ قتل اؤ نور دَ دوی خاص شعائر وو پهٔ خلاف دَ دې نصاراؤ پهٔ تعظیمِ انبیاء کښې دومره غلو وکړه چې له دوی نه ېٔ بعضو ته الله یا دَ الله ځوئے ووې اؤ دنیا ېٔ پرېښوده اؤ رهبانیت ېٔ اختیار کړو۔
ف۲۰۷: یعنی پهٔ اصلی انجیل اؤ نورو حقو آسمانی کتابونو کښې دَ دې شرکی عقیدې هېچرې څهٔ اثر اؤ پته نهٔ وه لګېدلے ، وروستو دَ یونانی بُت پرستو پهٔ تقلید کښې پولوس هغه ایجاد کړه چې هم پهٔ هغې غلطې لارې ټول روان شو اؤ ټینګ پرې پاتې شول۔ پهٔ داسې ړوند تقلید سره دَ نجات طمع لرل هېڅ یو عاقل له پکار نهٔ دی۔
لُعِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْۢ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی لِسَانِ دَاوٗدَ وَ عِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ١ؕ ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّ كَانُوْا یَعْتَدُوْنَ۝۷۸
پهٔ لعنت شوی کافر دَ بنی اسرائیلو دَ داودؑ اؤ عیسٰی بن مریمؑ پهٔ خلهٔ ، ځکه چې دوی نافرمانه وو دَ حد نه وتلی وو۔ ف۲۰۸
ف۲۰۸: هسې خو پهٔ ټولو آسمانی کتابونو کښې پهٔ کافرانو لعنت وئیلے شوے دے لېکن دَ بنی اسرائیلو پهٔ کافرانو څنګه چې دوی پهٔ عصیان اؤ تمرد کښې پهٔ داسې شان له حده تېر شؤل چې نهٔ مجرم پهٔ هېڅ شان دَ جرائمو له ارتکابه واپس ګرځېدل اؤ نهٔ به غېر مجرم ، مجرم منع کؤلو بلکې ټول خپلو کښې شیر اؤ شکر شول اؤ بې تکلفه دَ یو بل سره پهٔ قول اؤ عمل ، پهٔ خوراک اؤ څښاک ، پهٔ ناسته اؤ ولاړه اؤ نورو کارونو کښې دوستان اؤ ملګری شوی وو اؤ دَ منکراتو اؤ فواحشو پهٔ مرتکبینو باندې دَ هېڅ قسم انقباض ، تکدّر اؤ خفګان اظهار هم نهٔ کېدو ، نو دلته الله تعالیٰ دَ حضرت داؤدؑ اؤ مسیحؑ پهٔ ژبه ېٔ پهٔ هغوی لعنت ووېٔ۔ څنګه چې هغوی پهٔ سرکشیٔ کښې دَ حد نه وتی وو ، دغسې پهٔ هغوی باندې لعنت هم ډېر سخت اؤ تباه کن وهٔ۔ هم دَ دغه لعنت پهٔ نتیجه کښې دَ هغوی نه ډېر کسان پهٔ ظاهری شکل هم اؤ پهٔ باطن کښې هم شادوګان اؤ خنزیران شو۔ اؤ دَ باطنی مسخ کېدو حلقه خو ېٔ دومره وسیع ده چې پهٔ هغوی کښې ډېر کسان نن هم دَ مسلمانانو برخلاف (چې الله منی اؤ ټول آسمانی کتابونه منی ، دَ ټولو پېغمبرانو تعظیم کوی) دَ مکّې دَ مشرکانو مرسته کوی چې خالص بُت پرست دی۔ دَ آسمانی کتابونو اؤ نبیانو نه منکر اؤ خالص جاهلان دی۔ کهٔ دَ دې اهلِ کتابو پهٔ الله ایمان وې۔ دَ الله پهٔ کتاب اؤ وحې ېٔ ېٔ یقین لرلے نو دا ممکنه نهٔ وه چې دَ داسې قوم پهٔ مقابله کښې چې هغوی هم دا ټول څیزونه منی دَ کافرو بُت پرستو ملګرتیا ېٔ کړے وې۔ دا بې حسی ، بد مذاقی اؤ خدائې پرستو نه تښتېدل هم دَ هغې لعنت اثر دے چې دوی ېٔ دَ الله دَ عظیم رحمت نه لرې ویستی دی۔ پهٔ تېرو آیتونو کښې ېٔ دَ هغوی کُفریات ، جُرمونه اؤ پهٔ دین کښې مبالغه اؤ دَ ګمراهانو بې دلیله تابعداریٔ نه منع کړی وو۔ چې اوس هم کهٔ دَ خپلو ناکاره کارونو نه توبه وباسی اؤ دَ حق اؤ صداقت لارې ته راواؤړی۔ پهٔ دې رکوع کښې ېٔ دَ هغوی پهٔ موجوده حالت باندې خبردارے ورکړو چې دَ داؤدؑ اؤ عیسٰیؑ پهٔ خلهٔ پهٔ هغوی کوم لعنت وئیلے شوے وهٔ دَ هغې اثر اوس هم باقی دے۔ دَ الله دَ دوستانو نه نفرت اؤ دَ الله دَ دښمنانو بُت پرستو سره دوستی دَ دې دلیل دے چې دَ دوی زړونه مسخ شوی دی۔ اؤ کهٔ اوس هم دوی خپل ځان سم نهٔ کړو اؤ حق ېٔ ونهٔ منلو نو دَ آخری نبیﷺ پهٔ خلهٔ به ورباندې دَ هغې نه هم سخت لعنت ووئیلے شی (چې دَ هغې اثر به تر قیامته باقی وی)
كَانُوْا لَا یَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُّنْكَرٍ فَعَلُوْهُ١ؕ لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ۝۷۹
یو بل ېٔ منع کؤل دَ هغه ناکاره کارونو نه چې دوی کؤل ف۲۰۹ ډېر ناکاره کار دے چې دوی کؤلو۔
ف۲۰۹: دَ لَا یَتَنَاہَوْنَ“ دوه معنې کېدے شی (۱) نهٔ منع کېدل لکه چې ”روح المعانی“ اخستے ده۔ (۲) یو بل نهٔ منع کؤل ، دا معنٰی عامه مشهوره ده۔ اؤ یو قوم کښې چې بدی عامه شی اؤ دَ منع کؤلو پکښې هم څوک نهٔ وی نو پهٔ هغوی دَ عام عذاب راتلو خطره وی۔
تَرٰی كَثِیْرًا مِّنْهُمْ یَتَوَلَّوْنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ؕ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ اَنْفُسُهُمْ اَنْ سَخِطَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَ فِی الْعَذَابِ هُمْ خٰلِدُوْنَ۝۸۰
تهٔ وینې چې پهٔ دوی کښې ډېر کسان دوستی کوی دَ کافرانو سره ف۲۱۰ څومره ناکاره سامان دوی دَ ځان دپاره مخکښې واستؤلو دا چې الله دوی ته پهٔ غصه شو۔ اؤ دوی به همېشه دپاره پهٔ عذاب کښې وسی۔ ف۲۱۱
ف۲۱۰: دَ کافرو نه مراد دلته مشرکان دی اؤ دَ دې آیت مصداق دَ مدینې یهود دی چې دَ مشرکانو سره ېٔ دَ مسلمانانو خلاف ساز باز کؤلو۔
ف۲۱۱: یعنی دَ عمل کومه ذخیره چې دَ ځان دپاره آخرت ته استوی هغه داسې ده چې دَ الله دَ غضب اؤ ابدی عذاب لائقه ده۔
وَ لَوْ كَانُوْا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ النَّبِیِّ وَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَا اتَّخَذُوْهُمْ اَوْلِیَآءَ وَ لٰكِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ۝۸۱
اؤ کهٔ دوی یقین لرلے پهٔ الله باندې اؤ پهٔ نبی باندې ، اؤ څهٔ چې پهٔ نبی نازل شوی دی ، نو کافران به ېٔ نهٔ دوستان کؤل۔ ف۲۱۲ لېکن پهٔ دوی کښې ډېر نافرمانه دی۔ ف۲۱۳
ف۲۱۲: دَ اَالنَّبِی نه مراد ځنو کسانو موسٰیؑ اخستے دے اؤ ځنو نبی آخرالزمانﷺ ۔ مطلب دا چې کهٔ یهودو واقعی پهٔ حضرت موسٰیؑ ایمان راؤړے وې اؤ دَ هغهٔ پهٔ تعلیماتو پهٔ حقه چلېدې نو دَ نبی آخرالزمانﷺ پهٔ مقابله کښې (دَ کوم بشارت چې موسٰیؑ ورکړے وهٔ) به ېٔ دَ مکّې مشرکانو سره دوستی نهٔ کؤلے۔ یا دا چې کهٔ پهٔ نبی اکرمﷺ ېٔ پهٔ رښتیا ایمان راؤړے وې نو دَ کفارو سره به ېٔ دوستی نهٔ کؤله۔ پهٔ دې معنٰی آیت صرف دَ منافقو یهودو پهٔ حق کښې دے۔ اؤ پهٔ وړومبیٔ معنٰی دَ ټولو یهودو دپاره دے۔
ف۲۱۳: دَ الله اؤ دَ خپل منلی پېغمبرﷺ پهٔ نافرمانیٔ کښې دې حد ته ورسېدل چې اوس مشرکانو ته پهٔ مؤحدینو ترجیح ورکوی۔ افسوس دے چې نن زمانه کښې دَ ډېرو مسلمانانو هم دا حالت دے چې دَ مسلمانانو پهٔ مقابله کښې دَ کافرانو ملګرتیا کوی۔
لَتَجِدَنَّ اَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الْیَهُوْدَ وَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا١ۚ وَ لَتَجِدَنَّ اَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰی١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّ مِنْهُمْ قِسِّیْسِیْنَ وَ رُهْبَانًا وَّ اَنَّهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ۝۸۲
تهٔ به بیا مومې دَ ټولو خلقو نه زیات سخت پهٔ دوشمنیٔ کښې د مسلمانانو سره یهودیان اؤ مشرکان ، اؤ تهٔ به بیا مومې دَ ټول نه نژدے پهٔ محبت کښې مسلمانانو سره هغه خلق چې وائی ځان ته نصارٰی دا ځکه چې پهٔ نصارٰی و کښې عالمان دی اؤ بزرګان دی اؤ ځکه چې دوی لوئی نه کوی۔