پارہ 16

قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا۝۷۵
حضرؑ ورته ووې ۔ ما درته وئیلی نهٔ وو ، چې تهٔ زما سره غلې نهٔ شې پاتې کېدے ف۹۶
ف۹۶: ځکه چې مخکښې به داسې حالات اؤ واقعات راځی چې تهٔ به صبرېدے نهٔ شې اؤ ضرور به تپوسونه کوے ۔ اؤ هم دغه شان وشوه ۔
قَالَ اِنْ سَاَلْتُكَ عَنْ شَیْءٍۭ بَعْدَهَا فَلَا تُصٰحِبْنِیْ١ۚ قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَّدُنِّیْ عُذْرًا۝۷۶
موسٰی ووې کهٔ تا نه مې دَ دې نه پس دَ څهٔ شی تپوس وکړو ۔ نو بیا مې دَ ځان سره مهٔ پرېږده ۔ بېشکه ورسېدې تهٔ زما دَ طرف نه مجبوریٔ ته ۔ ف۹۷
ف۹۷: حضرت موسٰیؑ ته پته ولګېده چې دَ حضرؑ پهٔ کارونو چپ پاتې کېدل ګران کار دے نو ورته ېٔ آخری خبره وکړه چې کهٔ بیا مې درنه تپوس وکړو نو ملګرتیا ختمه ده بس اؤ پهٔ ملګرتیا ختمؤلو به تهٔ مجبور ئ ۔ زما دَ طرف نه دردباندې څهٔ الزام نشته ۔ درے ځله دې موقع راکړه دغه ډېره وه ۔
فَانْطَلَقَا١ٙ حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَیَاۤ اَهْلَ قَرْیَةِ اِ۟سْتَطْعَمَاۤ اَهْلَهَا فَاَبَوْا اَنْ یُّضَیِّفُوْهُمَا فَوَجَدَا فِیْهَا جِدَارًا یُّرِیْدُ اَنْ یَّنْقَضَّ فَاَقَامَهٗ١ؕ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَیْهِ اَجْرًا۝۷۷
بیا دواړه مخکښې روان شو ، تر دې چې ورسېدل دَ یو کلی خلقو ته ۔ نو هغوی نه ېٔ څهٔ خوراک وغوښتو ۔ نو هغوی ېٔ دَ مېلمستیا نه انکار وکړو ، بیا دوی ولیدو هلته یو دیوال ۔ چې راپرېوتو نو دوی سم کړو ف۹۸ موسٰی ووې کهٔ ستا خوښه وې نو اخستې به دې وه پهٔ دې مزدوری ۔ ف۹۹
ف۹۸: یو کلی ته ورسېدل ۔ دا خیال ېٔ وهٔ چې دَ دې کلی خلق به مو ناشنا مېلمانهٔ وګڼی څهٔ خوراک انتظام به راته وکړی خو هغوی دومره خوش قسمته نهٔ وو چې دوه پېغمبران ېٔ مېلمانهٔ کړے وې ، صفا انکار ېٔ وکړو ۔ پکار خو دا وه چې دَ داسې سپېرو اؤ بې مروته خلقو پهٔ دې عمل خضرؑ ته غصه ورغلے وې ۔ خو هغهٔ ورباندې دَ غصې پهٔ ځائې دا احسان وکړو چې دَ یو کور ډېر وچت دیوال کوږ شوے وهٔ ۔ پرېوتو ته نزدے وهٔ ۔ حضرت خضرؑ هغې ته پهٔ لاسونو زور ورکړو اؤ دَ الله پهٔ قدرت ېٔ سم نېغ کړو ، دَ پرېوتو خطره ېٔ ورکه شوه ۔
تنبیه: پهٔ ” حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَیَاۤ اَهْلَ قَرْیَةِ “ کښې شاید چې لفظ ”اَهْلَ “ دَ دې دپاره راوړې شوے دے چې هغوی هسې دَ کلی پهٔ خوا کښې نهٔ تېرېدل بلکې دَ کلی خلقو سره ېٔ ولیدل اؤ پهٔ ”استطعمآ اهلها“ کښې دوباره دَ ”اَهْلَ “ لفظ دې دپاره راؤړې شوے دے چې مېلمستیا ېٔ دَ کلی دَ وسېدونکیو نه غوښتې وه ۔ بهرنی خلق نهٔ وو چې دا بهانه ېٔ کړے وې چې دلته مو کور نشته نو مېلمستیا څنګه درکړو؟
ف۹۹: یعنی چې دَ داسې بې ښې خلق دے چې دَ مېلمه حق نهٔ پېژنی اؤ دَ چا قدر اؤ عزت ورسره نشته نو دیوال دې ورته هسې ولې سم کړو؟ کهٔ څهٔ رقم دې ترېنه اخستې وې نو ځان ته به مو پرې دَ خوراک انتظام کړے وهٔ اؤ شاید چې دا بخیلان هم څهٔ ویښ شوے وې اؤ پهٔ خپله بد اخلاقیٔ شرم ورغلے وې ۔
قَالَ هٰذَا فِرَاقُ بَیْنِیْ وَ بَیْنِكَ١ۚ سَاُنَبِّئُكَ بِتَاْوِیْلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا۝۷۸
خضرؑ ووې اوس جدائی ده زما اؤ ستا ترمینځه ۔ اوس به زهٔ وښیٔم تا ته مطلب دَ هغې خبرو چې تا پرې صبر ونهٔ کړې شو ۔ ف۱۰۰
ف۱۰۰: یعنی څنګه چې دې وعده کړے وه اوس زما نه جدا شه ۔ زمونږ ملګرتیا پهٔ دې ځائې ختمه ده خو دَ جدا کېدو نه مخکښې درته دَ هغه خبرو راز ښیٔم پهٔ کومو چې تهٔ بې صبره شوې اؤ تپوسونه دې وکړل ۔ شاه صاحب لیکلی دی چې دا ځل تپوس موسٰیؑ پهٔ قصد کړے وهٔ دَ بېلتون دپاره ۔ موسٰیؑ پوهه شو چې دا علم زما دَ کار نهٔ دے ۔ موسٰیؑ ته خو داسې علم پکار وهٔ چې عام خلق ېٔ زده کړی اؤ دَ ځان دَ خیر دپاره پرې عمل وکړی اؤ دا علم داسې وهٔ چې دَ عامو خلقو دَ پوهې نه وچت وهٔ بل چا ترېنه څهٔ فائدہ نهٔ شوه اخستے ۔
اَمَّا السَّفِیْنَةُ فَكَانَتْ لِمَسٰكِیْنَ یَعْمَلُوْنَ فِی الْبَحْرِ فَاَرَدْتُّ اَنْ اَعِیْبَهَا وَ كَانَ وَرَآءَهُمْ مَّلِكٌ یَّاْخُذُ كُلَّ سَفِیْنَةٍ غَصْبًا۝۷۹
هغه کشتۍ چې ده هغه دَ یو څو غریبانو وه چې مزدوری ېٔ کؤله چې دریاب کښې ف۱۰۱ نو دا ما وغوښته چې نقصانی ېٔ کړم اؤ پهٔ دوی پسې وهٔ یو بادشاه چې قبضه کؤله ېٔ هره یوه کشتۍ پهٔ زور باندې ۔ ف۱۰۲
ف۱۰۱: یعنی دریاب کښې ورباندې مزدوری کوی دَ خپل ضرورت دپاره ۔
ف۱۰۲: یعنی چرته چې دا کشتۍ تله هلته یو ظالم بادشاه ناست وهٔ دَ خپل کار دپاره ېٔ کشتۍ پهٔ بیګار نیوې ۔ یا ېٔ ترېنه سرکاری کؤلے ۔ نو ما دا کشتۍ عیب داره کړه چې دَ بادشاه دَ نیؤلو نه بچ شی ، ځان ته به ېٔ بیا سمه کړی اؤ خپله مزدوری به پرې کوی ۔ ځنی روایاتو کښې راځی چې دَ خطرې دَ ځائې نه واؤړېدو نو خضرؑ بیا پهٔ هغه کشتۍ لاس راښکلو اؤ سمه روغه جوړه شوه ۔
وَ اَمَّا الْغُلٰمُ فَكَانَ اَبَوٰهُ مُؤْمِنَیْنِ فَخَشِیْنَاۤ اَنْ یُّرْهِقَهُمَا طُغْیَانًا وَّ كُفْرًاۚ۝۸۰
اؤ هغه هلک چې وهٔ نو دَ هغهٔ مور پلار ایماندار وو نو مونږ سره دا خطره وه چې دا هلک به ېٔ تنګ راولی پهٔ سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ کؤلو ۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: پیدا کیږی خو هر وړوکے مسلمان اؤ پهٔ صحیح فطرت ، مګر دَ خارجی ماحول دَ اثر پهٔ وجه دَ ځنو وړو طبیعت دَ وړوکوالی نه پهٔ ورانه لار روان شی ۔ دَ دې پوره علم خو یو الله ته دے خو کله کله دَ ځنو علامو نه دَ بصیرت خاوندان هم اندازه ولګؤلے شی ۔ دَ دې هلک پهٔ نسبت الله تعالیٰ خضرؑ خبر کړے وهٔ چې دَ دهٔ بنیاد خراب شوے دے چې لوئے شی نو ډېر نافرمانه اؤ ضرری به وی ۔ مور پلار به هم دَ ځان سره تباه کړی ۔ هغوی به هم دَ دهٔ سره دَ محبت پهٔ وجه کافر شی نو دَ دې هلک دَ مخې نه لرې کېدل ېٔ دَ مور پلار دپاره عین رحمت اؤ دَ هغو دَ حفاظت یو ذریعه وه ۔ الله تعالیٰ ته دا منظوره وه چې مور پلار ېٔ دَ کفر نه بچ کړی ۔ دې دَ مخې نه لرې کړی اؤ دَ دهٔ پهٔ بدل کښې ورته بل نیک عمل اؤ مهربان هلک ورکړی ۔ خضرؑ ته دَ دې هلک دَ قتل حکم وشو نو هغهٔ پهٔ دغه حکم عمل وکړو ۔ اوس دلته دا سوال کؤل چې (۱) دا هلک به الله تعالیٰ هډو پیدا کړے نهٔ وهٔ ۔ (۲) یا به ېٔ دَ شریر کېدو نه بچ کړے وهٔ ۔ (۳) یا څنګه چې پهٔ دنیا کښې نور هم بې شماره کافر دی کهٔ دَ دې هلک مور پلار هم کافر شوی وې نو څهٔ حرج وهٔ؟ (۴) یا کوم واړهٔ چې دَ وړوکوالی نه پهٔ خرابه لار روان شی نو دَ هغو ټولو یو فهرست به ېٔ دَ خپل وخت پېغمبرانو ته ورکؤلو چې مړهٔ کؤلے ئ اؤ دَ کفر جرړې هډو خورېدلے نه ۔ دَ دې ټولو سوالونو مختصر ځواب خو دا دے چې الله تعالیٰ مختارِ کل دے ۔ دَ هغهٔ نه څوک تپوس نهٔ شی کؤلے چې دا کار دې داسې ولې وکړو؟ لَا یُسْئَلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَ ھُمْ یُسْئَلُوْنَ ۔ (سوره انبیاء ، رکوع ۲)
(دَ الله نه تپوس نهٔ شی کېدے اؤ دَ خلقو نه به تپوس کیږی)
اؤ دَ تفصیلی ځواب دپاره ېٔ پهٔ خیر اؤ شر دَ پیدائش پهٔ مسئله وږد بحث کؤل غواړی چې دلته نهٔ شی ځائې کېدے ۔ البته دومره یاد لریٔ چې پهٔ دنیا کښې څوک چې الله تعالیٰ ”خَالِقُ الْکُلْ“ اؤ ”عَلِیْمٌ“ و ”حَکِیْمٌ“ منی دَ هغهٔ نه دَ تکوینیاتو متعلق پهٔ زرګونو تپوسونه کېدے شی چې دَ هغې ځواب به ورسره هېڅ هم نهٔ وی اؤ دَ کم علمیٔ اؤ مجبوریٔ دَ اقرار کؤلو نه بغیر به ترې هېڅ هم جوړ نهٔ شی ۔ دلته دَ خضرؑ پهٔ لاس الله تعالیٰ یوه نمونه وښیٔله چې دَ الله دَ حکمتونو اؤ مصلحتونو اندازه څوک نهٔ شی لګؤلے ۔ کله یو کار پهٔ ظاهره ډېر خراب ښکاری ۔ خو څوک چې ېٔ پهٔ راز پوهه شی پته ورته ولګی چې پهٔ دې کښې خو ډېرې فائدې وې ۔ خضرؑ دَ غریبانو کشتۍ نقصانی کړه ۔ حال دا دے چې هغو ورسره نیکی کړے وه ، بې کرائے ېٔ کښېښنولی وو ۔ پهٔ ظاهره ډېر خراب کار اؤ احسان فراموشی وه ۔ دَ کلی خلقو ورسره ډېره بې مروتی کړے وه خو خضرؑ ورسره احسان وکړو دیوال ېٔ ورته سم کړو ۔ پهٔ ظاهره دا خبره هم ناشنا لګی ۔ یو دَ لوبو بې ګناه هلک ېٔ ووژلو ۔ دَ دې نه خرابه خبره خو هډو بله شته نه ۔ کهٔ خضرؑ خپله دَ دې خبرو راز نهٔ وې څرګند کړے نو دنیا به تر اوسه حیرانه وه اؤ خضرؑ باندې به ېٔ بد وې ۔ دَ دې مثالونو نه دَ الله تعالیٰ دَ حکمتونو اندازه ولګویٔ ۔
فَاَرَدْنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَیْرًا مِّنْهُ زَكٰوةً وَّ اَقْرَبَ رُحْمًا۝۸۱
نو مونږ دا وغوښته چې پهٔ بدل کښې ورکړی دې دواړو ته خپل رب بهتر دَ دهٔ نه پهٔ پاکیٔ کښې اؤ زیات پهٔ مهربانیٔ کښې ۔ ف۱۰۴
ف۱۰۴: یعنی دَ هلک پهٔ مړ کېدو ېٔ دَ مور پلار ایمان سلامت پاتې شو اؤ کوم تکلیف چې ورته ورسېدو دَ دې پهٔ بدل کښې به ورته الله تعالیٰ نور اولاد ورکړی چې اخلاق به ېٔ ښهٔ وی ۔ مور پلار به پرې مهربانه وی اؤ هغه به ېٔ هم قدر عزت کوی ۔ وائی چې دې نه پس الله تعالیٰ یوه جینۍ ورکړه چې پهٔ یو پېغمبر وادهٔ شوه اؤ یو پېغمبر ترېنه پیدا شو ۔ دَ یو نوی اُمت سلسله ترې روانه شوه ۔
وَ اَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلٰمَیْنِ یَتِیْمَیْنِ فِی الْمَدِیْنَةِ وَ كَانَ تَحْتَهٗ كَنْزٌ لَّهُمَا وَ كَانَ اَبُوْهُمَا صَالِحًا١ۚ فَاَرَادَ رَبُّكَ اَنْ یَّبْلُغَاۤ اَشُدَّهُمَا وَ یَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا١ۖۗ رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ١ۚ وَ مَا فَعَلْتُهٗ عَنْ اَمْرِیْ١ؕ ذٰلِكَ تَاْوِیْلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا٢ؕ۠۝۸۲
اؤ کوم دیوال چې وهٔ نو هغه پهٔ دې کلی کښې دَ دوؤ یتېمانو وړو وهٔ ۔ اؤ دَ دې لاندې دوی دپاره خزانه ښخه وه ۔ اؤ وهٔ دَ دوی پلار نیک ۔ نو ستا رب دا وغوښته چې دا واړهٔ ځملی توب ته ورسی اؤ خپله خزانه را وباسی ۔ ف۱۰۵ ستا دَ رب پهٔ فضل ۔ اؤ ما دا کار نهٔ دے کړے پهٔ خپل حکم ۔ ف۱۰۶ دا دے مطلب دَ هغه خبرو چې تا ورباندې صبر ونهٔ کړې شو ۔
ف۱۰۵: یعنی کهٔ دیوال پرېوتے وې نو هغه مال به څرګند شوے وهٔ اؤ خلقو به ترېنه ګډ وډ کړے وهٔ ۔ دَ دې وړو پلار نیک سړے وهٔ نو دَ هغهٔ دَ مخه الله پاک دَ دې بچو دَ مال حفاظت وکړو ۔ خضرؑ ته ېٔ دَ دیوال سمؤلو حکم وکړو چې دا هلکان ځلمی شی اؤ خپله مال قبضه کړی ۔ وائی چې پهٔ دې خزانه کښې دَ نورو څیزونو نه علاوه دَ سرو زرو یوه تختۍ وه چې محمّد رسول اللهﷺ پرې لیکلی وو ۔
ف۱۰۶: یعنی کوم کار چې دَ الله پهٔ حکم شوے دے پهٔ هغې باندې مزدوری اخستل دَ خاصانو کار نهٔ دے ۔
تنبیه: دَ دې قصې پهٔ شروع کښې چې مونږ دَ خضرؑ دَ نبوت اؤ ولی الله کېدو متعلق څهٔ لیکلی دی هغه یو نظر بیا وګوریٔ ۔ (یعنی دَ دې آیتونو نه دَ هغهٔ دَ نبوت تائید کیږی ۔ مترجم)
وړاندې دَ ذوالقرنینو قصه راځی ۔ دا هم پهٔ هغه درے څیزونو کښې ده دَ کومو تپوس چې دَ یهودو پهٔ وینا قریشو دَ امتحان دپاره کړے وهٔ ۔ دَ روح متعلق ځواب پهٔ سورتِ بنی اسرائیل کښې تېر شوے دے ۔ دَ اصحابِ کهفو قصه پهٔ دې سورت کښې بیان شوه ۔ دَ ذوالقرنین څهٔ حالات وړاندې بیانیږی ۔
وَ یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ١ؕ قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًاؕ۝۸۳
اؤ دوی ستا نه تپوس کوی دَ ذوالقرنین ۔ ورته ووایه زهٔ اوس بیانؤم تاسو ته دَ هغهٔ څهٔ حال ۔
اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَ اٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًاۙ۝۸۴
مونږ مضبوط کړے وهٔ هغه پهٔ زمکه ۔ اؤ ورکړے مو وهٔ دَ هر څیز سامان ۔ ف۱۰۷
ف۱۰۷: دې بادشاه ته ذوالقرنین ځکه وائی چې دې دَ زمکې پهٔ دواړو سرونو مشرق اؤ مغرب کښې ګرځېدلے وهٔ ۔ ځنی وائی چې دا دَ سکندر رومی لقب وهٔ ۔ اؤ ځنی وائې چې دا یو بل نیک اؤ دیندار بادشاه وهٔ ، دَ سکندر رومی دَ زمانې نه مخکښې تېر شوے دے ۔ حافظ ابن حجرؒ پهٔ فتح الباری کښې دَ دغه دویٔم قول پهٔ مرسته کښې ډېر دلیلونه بیان کړی دی ۔ پهٔ ټولو احادیثو نظر اچؤلو نه داسې معلومیږی چې دا بادشاه دَ ابراهیمؑ پهٔ زمانه کښې وهٔ اؤ دَ هغهٔ دَ دعا پهٔ برکت ورته الله تعالیٰ دومره طاقت اؤ داسې بې اندازه وسائل ورکړی وو چې مشرق اؤ مغرب ته ورسېدو اؤ ډېر ملکونه ېٔ فتح کړل ۔ خضرؑ دَ هغهٔ وزیر وهٔ ۔ ځکه چې پهٔ قرآن شریف کښې دَ خضرؑ دَ قصې سره دَ هغهٔ قصه بیان شوه ۔ دَ زړې زمانې عربو شاعرانو دَ ذوالقرنین نوم ډېر پهٔ عزت اخستې دے اؤ دَ هغهٔ پهٔ عرب کېدو ېٔ فخر کړے دے ۔ دې نه معلومیږی چې ذوالقرنین دَ تاریخ دَ زمانې نه وړاندې یو عرب بادشاه وهٔ ۔ شاید چې سکندر رومی ته دَ هغهٔ سره مناسبت پهٔ وجه دَ تشبیھ پهٔ طور ذوالقرنین وئیلې شوے دی ۔ پهٔ موجوده زمانه کښې دَ یورپ دَ زړو نخښو نخښانو ماهرانو دَ زړو سامی عربو دَ لویو لویو حکومتونو پته لګؤلی ده دَ کومو ذکر چې دَ تاریخ پهٔ کتابونو کښې نشته بلکې پهٔ تاریخ کښې خو دَ ځنو مشهورو بادشاهانو نومونه قدرې هم نشته ۔ لکه حمورابی بادشاه چې دَ ابراهیمؑ پهٔ زمانه کښې تېر شوے دے اؤ وئیلی شی چې پهٔ دنیا کښې دَ ټولو نه اول دَ قانون جوړؤلو بنیاد هغهٔ یٔښې دے ۔ دَ هغهٔ قوانین دَ بابل پهٔ منارو لیکلی موندې شوی دی اؤ پهٔ انګرېزیٔ کښې ېٔ ترجمه شائع شوے ده ۔ دَ کتبو نه معلومیږی چې هغه ډېر عظیم الشان بادشاه وهٔ ۔
بهرحال ذوالقرنین هم پهٔ دغه بادشاهانو کښې یو وهٔ ۔
فَاَتْبَعَ سَبَبًا۝۸۵
نو دې پهٔ یو سبب پسې شو ۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: یعنی دَ یو سفر انتظام ېٔ برابر کړو ۔
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّ وَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا١ؕ۬ قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَ اِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا۝۸۶
تر دې چې ورسېدو دَ نمر ډوبېدو ځائې ته ۔ نو وموندو دهٔ دغه نمر چې ډوبیږی پهٔ یوه جبه چینه کښې ۔ ف۱۰۹ اؤ وې موندو دې ځائې سره نژدے یو قوم ۔ مونږ ووې اے ذوالقرنین ۔ یا خو تهٔ پهٔ عذاب کړه دا خلق ، اؤ یا ورسره وکړه نیکی ۔ ف۱۱۰
ف۱۰۹: یعنی پهٔ نظر داسې ښکارېدو لکه چې نمر پهٔ دې جبه کښې ډوبیږی ۔ لکه سمندر کښې سفر کؤنکیو ته چې داسې ښکاری چې نمر دَ اوبو نه راخیژی اؤ پهٔ اوبو کښې ډوبیږی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ دَ ذوالقرنین دا شوق راپیدا شو چې دَ دنیا سر معلومؤم چې آبادی تر کومې ده ۔ نو قبلې طرف ته تلو تلو تر دې چې آبادی ختمه شوه ۔ یو داسې جبه مخکښې راغله چې نهٔ پکښې بنیادم تلې شو اؤ نهٔ کشتۍ تلې شوه ۔ (نو واپس شو) اؤ دَ الله دَ ملک پته ېٔ ونهٔ لګؤلے شوه ۔
ف۱۱۰: یعنی دَ ذوالقرنین پهٔ هغو باندې دَ دواړو خبرو طاقت حاصل وهٔ څنګه چې هر بادشاه سره دَ دواړو خبرو طاقت وی چې خلقو باندې زور ظلم وکړی ځان بد نام کړی یا عدل و انصاف وکړی اؤ نیک نوم ېٔ پاتې شی ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې هغه خلق کافر وو نو مونږ ذوالقرنین ته اختیار ورکړو چې دا خلق قتل کوی اؤ کهٔ دَ اسلام بلنه ورکوی نو هغهٔ دویٔمه خبره خوښه کړه ۔
قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا۝۸۷
وېٔ وې څوک چې بې انصافه وی نو مونږ به ورته سزا ورکړو ۔ بیا به واپس کیږی خپل رب ته نو هغه به ورته عذاب ورکړی سخت عذاب ۔
وَ اَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ اِ۟لْحُسْنٰی١ۚ وَ سَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًاؕ۝۸۸
اؤ چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، نو دَ هغهٔ بدله نیکی ده ۔ اؤ حکم به ورکوؤ ورته پهٔ خپل کار کښې آسان ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی آخرت کښې به هم ورته بهتره بدله ورکړې شی اؤ دنیا کښې به هم ورباندې مونږ سختیٔ نهٔ کوؤ ۔ کهٔ دَ څهٔ کار ورته وایو نو پهٔ نرمیٔ اؤ آسانه به ېٔ پرې کوؤ ۔ دَ عادل بادشاه هم دغه طریقه وی چې شریرانو ته سزا ورکړی اؤ دَ نیکانو سره نرمی وکړی ۔ ذوالقرنین هم انصاف دار بادشاه وهٔ ۔
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا۝۸۹
بیا پهٔ یو بل سبب پسې شو ۔ ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی دَ دې سفر نه چې وزګار شو نو بیا ېٔ مشرق طرف ته دَ سفر سامان برابر کړو ۔ پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې دا وضاحت نهٔ دے شوے چې دا سفر دَ ملکونو فتح کؤلو اؤ حکومت وسیع کؤلو دپاره وهٔ ۔ کېدے شی چې هسې دَ سیل دپاره ېٔ سفر کؤلو ۔ پهٔ لار کښې به پهٔ داسې ملکونو هم ورغلے وی کوم چې دَ دهٔ ماتحت وو ۔ اؤ ځنی قومونو ورته دَ یو طاقتور بادشاه پهٔ حیثیت دَ ظالمانو دلاسه دَ امداد دپاره فریاد کړی وی اؤ ذوالقرنین پهٔ خپل بې انتها طاقت دَ هغوی امداد کړے وی لکه دَ یاجوج ماجوج قصه چې مخکښې راځی ۔ والله اعلم ۔
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًاۙ۝۹۰
تر دې چې ورسېدو دَ نمر ختو ځائې ته نو بیا ېٔ موندو چې راخیژی دا نمر پهٔ یو داسې قوم چې نهٔ ده جوړه کړی مونږ هغې قوم ته دَ نمر نه اخوا څهٔ پرده ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۳: یعنی دَ مشرق پهٔ آخری سر ېٔ یو داسې قوم ولیدو چې دَ نمر شعلو ته پهٔ ډاګه ناست وو ۔ بې هنره جاهل قوم وهٔ ۔ دَ کورونو جوړؤلو اؤ سر پهٔ سیوری کؤلو چل هم نهٔ ورتلو ۔
كَذٰلِكَ١ؕ وَ قَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا۝۹۱
هم دغه شان ده اؤ مونږ ته ښهٔ معلوم دی دَ هغهٔ ټول حالات ۔ ف۱۱۴
ف۱۱۴: ”کذٰلك“ یعنی دَ ذوالقرنین دَ مشرق اؤ دَ مغرب دَ سفرو کومه قصه چې مونږ بیان کړه حقیقت هم دغه دے ۔ مونږ ته ېٔ اصلی حال معلوم دے ۔
تاریخ والؤ به الله خبر څهٔ څهٔ لیکلی وی خو حقیقت دغه هومره دے ۔ ځنو مفسرانو دَ ”کذٰلك“ مطلب دا بیان کړے دے چې دَ مغرب پهٔ آخر کښې قوم سره ېٔ څهٔ کړی وو هغه شان ېٔ دَ دې قوم سره هم وکړل ۔ والله اعلم ۔
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا۝۹۲
بیا پهٔ بل سبب پسې شو ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۵: دا دریٔم سفر دَ مشرق اؤ مغرب نه علاوه پهٔ بل طرف وهٔ ۔ اکثرو مفسرانو لیکلی دی چې دا قطب طرف ته وهٔ خو قرآن اؤ حدیث کښې دَ دې څهٔ وضاحت نشته ۔
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا١ۙ لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا۝۹۳
تر دې چې ورسېدو دَ دوؤ غرونو مینځ ته ، وېٔ موندو دَ دې غرونو نه اخوا یو داسې قوم چې نهٔ شو پوهېدے پهٔ خبره ۔ ف۱۱۶
ف۱۱۶: یعنی هغه قوم دَ ذوالقرنین اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو پهٔ ژبه نهٔ پوهېدل ۔ وړاندې چې کومې خبرې اترې بیان شوې شاید چې دَ ترجمان پهٔ ذریعه شوے وی ۔ دا ترجمان به دَ بل داسې قوم وهٔ چې پهٔ دواړو ژبو پوهېدو ۔ دَ دې قوم اؤ دَ یاجوج ماجوج ترمینځه دوه غرونه وو چې پهٔ هغې غرونو راختل ممکن نهٔ وو ۔ دَ دواړو غرونو ترمینځه دره وه پهٔ هغې به یاجوج ماجوج راتلل اؤ پهٔ دې قوم به ېٔ ډاکې غورزؤلے ، لوټ مار به ېٔ کؤلو اؤ بیا به خپل ځائې ته تلل ۔
قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَ مَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَ بَیْنَهُمْ سَدًّا۝۹۴
هغوی ووې ، اے ذوالقرنین دا یاجوج اؤ ماجوج ورانے کوی پهٔ ملک کښې ۔ نو کهٔ تهٔ وائې چې مونږ مقرر کړو ستا دپاره څهٔ محصول پهٔ دې شرط چې تهٔ جوړ کړې زمونږ اؤ دَ دوی ترمینځه یو دېوال ۔ ف۱۱۷
ف۱۱۷: دَ ذوالقرنین طاقت ته چې ېٔ وکتل نو خپل تکلیف ېٔ ورته بیان کړو چې دې به ېٔ څهٔ انتظام وکړې شی ۔ نو ورته ېٔ ووې چې دا قوم راځی اؤ دلته لټ مار کوی کهٔ تهٔ زمونږ اؤ دَ دوی ترمینځه څهٔ داسې مضبوط دیوال جوړ کړې چې مونږ ترېنه محفوظ شو نو پهٔ دې چې څهٔ تاوان راشی هغه به مونږ درکوؤ ۔ اؤ کهٔ دَ دې پهٔ بدله کښې راباندې څهٔ ټیکس لګؤې هم ورته تیار یو ۔
تنبیه: یاجوج و ماجوج څوک دی؟ اؤ پهٔ کوم ملک کښې وسی؟ دَ ذوالقرنین جوړ کړے هغه دَ وسپنې دېوال چرته دے؟ دَ دې سوالاتو پهٔ ځواب کښې مفسرینو دَ تاریخدانانو ډېر بیانات نقل کړی دی ۔ (علامه عثمانی فرمائی) زما خیال دا دے والله اعلم بحقیقت الحال ۔ دَ یاجوج ماجوج قوم دَ عامو بنیادمو اؤ جناتو ترمینځه یو جدا مخلوق دے ۔ لکه څنګه چې دَ کعب احبارؓ روایت دے اؤ علامه نووی دَ جمهورِ علماؤ نه پهٔ خپله فتاوٰی کښې نقل کړے دے ۔ چې دَ دوی نسب دَ پلار دَ طرفه خو آدمؑ ته رسی خو دَ مور دَ طرف نه حوّا بی بی ته نهٔ رسی ۔ یعنی پلار ېٔ بنیادم وهٔ اؤ مور ېٔ دَ جنّاتو دَ قسم نه وه ګویا کهٔ دا یاجوج ماجوج دَ بنیادمو میرنی وروڼه دی چې پلار ېٔ یو دے میاندې ېٔ بیلې بیلې دی ۔ شاید چې دجال اکبر کوم چې تمیم داریؓ پهٔ یو جزیره کښې قید لیدلے وهٔ دَ دغه قوم نه دے ۔ کله چې به حضرت عیسٰیؑ (چې دَ یو پاکې بی بی مریمې دَ ګېډې نه پیدا شوے وهٔ خو پلار ېٔ بنیادم نهٔ وهٔ بلکې دَ یو فرښتې دَ پوکی پهٔ واسطه پیدا شوے دے) دَ آسمان نه راکوزېدو نه پس به دجّال هلاک کړی ۔ نو پهٔ دغه موقع به دا قوم یاجوج ماجوج پهٔ دنیا راخوارهٔ شی ۔ ډېره تباهی به جوړه کړی اؤ آخر به دَ حضرت عیسٰیؑ پهٔ دعا پهٔ یو ناشنا طریقه ټول مړهٔ شی اؤ دنیا به دَ مصیبت نه خلاصه شی ۔ اوس پهٔ دې وخت دا قوم چرته دے؟ اؤ دَ ذوالقرنین هغه دېوال دَ دنیا پهٔ کوم ګټ کښې دے؟ نو کوم بنده ته چې هغه ټولې خبرې معلومې وی کومې چې قرآن شریف اؤ احدیثو کښې دَ دې دېوال متعلق بیان شوی دی هغه پهٔ دې وئیلو مجبور دے چې خلقو چې دَ دې قوم اؤ دې دېوال متعلق څومره حوالې ورکړی دا ټولې خبرې پهٔ یو ځائې پهٔ هغه حوالو کښې نهٔ شی موندے ۔ ځکه دا خیالات اؤ دا حوالې صحیح نهٔ معلومیږی اؤ دَ صحیح حدیثونو نه انکار کؤل یا دَ هغې داسې لرې لرې مطلبونه بیانؤل چې دَ دې حوالو سره برابر شی دَ دین خلاف کؤل دی ۔ پاتی شو دَ مخالفینو دا شک چې مونږ ټوله دنیا چاڼ کړے ده خو دا دیوال مو چرته نهٔ دے لیدلے ۔ زمونږ عالمانو دَ دې مختلف ځوابونه ورکړی دی خو ټولو کښې ښهٔ ځواب علامه آلوسی بغدادی ورکړے دے چې مونږ ته دَ هغه دیوال صحیح ځائې معلوم نهٔ دے ۔ کېدے شی چې دَ هغه دیوال اؤ زمونږ ترمینځه لوی لوی سمندرونه یا لوئے لوئے صحراګانې حائل وی او دا دعویٰ کؤل چې مونږ ټوله زمکه خشکه اؤ سمندر هر څهٔ ټول کتلی دی اؤ یو ځائې هم رانه نهٔ دے پاتې ۔ نو دا دعویٰ مونږ نهٔ منو ۔ دا ممکنه ده چې دَ نن نه پنځهٔ سوه کاله مخکښې څلورم لوئے براعظم (امریکه) چا ته نهٔ وهٔ معلوم ۔ اوس هم پهٔ دنیا کښې یو پنځم بل دغه شان براعظم کهٔ موجود وی خو مونږ ته نهٔ وی معلوم اؤ څهٔ موده پس مونږ هغه براعظم ته ورسو یا دَ هغې خلق دلته راشی ۔ دَ سمندر عظیم دېوال کوم چې دَ آسټریلیا پهٔ شمال مشرقی کناره موجود دے اوس اوس معلوم شوے دے اؤ دَ یو برطانوی سائنسدان سی ۔ ایم ۔ نیګ پهٔ مشریٔ کښې ېٔ تحقیات شروع شوی دی ۔ دا دیوال یو زر میله نه زیات اؤ پهٔ ځنی ځائې کښې دولس دولس میله پلن اؤ زر فټه وچت دے ۔ اؤ بېشماره مخلوق پرې دپاسه وسی ۔ کومه ډله چې دَ دې دیوال پهٔ تحقیق پسې وتې وه هغوی خپل دَ یو کال تحقیقات پوره کړل دَ کوم نه چې دَ سمندر څهٔ ډېر عجیبه عجیبه حالات څرګند شول اؤ دنیا ورته حیرانه پاتې شوه ۔ بیا څنګه څوک دا دعویٰ کؤلے شی چې مونږ ته دَ ټولې زمکې وچې اؤ لوندې (خشکه اؤ سمندر) ټول حالات معلوم دی؟ بهرحال هرکله چې مخبرِ صادقﷺ مونږ ته دَ دېوال خبر پوره تفصیل سره راکړے دے نو پهٔ مونږ دَ هعې تصدیق کؤل اؤ منل فرض دی ۔ اؤ دَ صحیح حالاتو اؤ واقعاتو انتظار پکار دے ۔ دومره یقین پکار دے چې دا قوم اؤ دا دېوال پهٔ دې دېوال کښې موجود دی ۔ کوم ځائې دی؟ (دَ دې دَ معلومېدو څهٔ ضرورت نشته)
قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَ بَیْنَهُمْ رَدْمًاۙ۝۹۵
ذوالقرنین ووې کوم طاقت چې راکړے ما ته زما رب هغه بهتر دے نو تاسو ما سره امداد وکړیٔ پهٔ محنت کښې چې جوړ کړم ستاسو اؤ دَ دوی ترمینځه یو مضبوط دېوال ۔ ف۱۱۸
ف۱۱۸: یعنی مال زما سره ډېر دے خو تاسو دَ لاسو ښپو خدمت اؤ محنت سره زما امداد وکړیٔ ۔
اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ١ؕ حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا١ۙ قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًاؕ۝۹۶
راؤړیٔ ما ته دَ وسپنې څادرونه ، تر دې چې برابر شو دا دیوال دَ دوؤ غرونو دَ څوکو ترمینځه ۔ نو وېٔ وئیل اور پوکیٔ ورپسې تر دې چې دغه وسپنه ېٔ سور اور کړو نو وېٔ وئیل راؤړیٔ ما ته چې واچؤم پهٔ دې کښې ویلې کړے تانبا ۔ ف۱۱۹
ف۱۱۹: اول ېٔ دَ اوسپنې غټ غټ څادرونه لاندې باندې کښېښؤل چې دا دېوال دغه شان دَ غرونو تر څوکو وچت شو نو ورلاندې ېٔ اور بل کړو ، اؤ خلقو ته ېٔ حکم ورکړو چې بنیٔ ورته ووهیٔ چې وسپنه سره شی ۔ نو کله چې دغه وسپنه دَ اور پهٔ شان سره شوه پهٔ هغه وخت ېٔ ورباندې پهٔ پېوندونو کښې ویلې کړے تانبه واړؤله ټول درزونه بند شو اؤ یو دَ وسپنې مضبوط غر شو ۔ کېدے شی چې دا کار دَ ذوالقرنین نه دَ عام عادت خلاف دَ کرامت پهٔ طریقه شوے وی ۔ اؤ ممکنه ده چې هغه وخت کښې داسې سامان اؤ طریقې معلومې وی چې دا کار پهٔ اسانه شوے وی خو مونږ ته ېٔ علم نشته ۔
فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَ مَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا۝۹۷
بیا نهٔ به هغوی پهٔ دې راختې شی ۔ اؤ نهٔ به پهٔ دې کښې سورے کؤلے شی ۔ ف۱۲۰
ف۱۲۰: یعنی الله تعالیٰ یاجوج ماجوج ته دومره طاقت نهٔ دے ورکړے چې پهٔ دې دېوال راوخیژی یا ېٔ سورے کړی ۔
قَالَ هٰذَا رَحْمَةٌ مِّنْ رَّبِّیْ١ۚ فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّیْ جَعَلَهٗ دَكَّآءَ١ۚ وَ كَانَ وَعْدُ رَبِّیْ حَقًّاؕ۝۹۸
وېٔ وئیل دا مهربانی ده زما دَ رب ۔ بیا کله چې پوره شوه زما دَ رب مقرر کړے نېټه ، دوی به دا دیوال ټوټې ټوټې کړی ۔ اؤ ده زما دَ رب وعده رښتونے ۔ ف۱۲۱
ف۱۲۱: یعنی محض دَ الله پهٔ فضل اؤ قدرت ما دا عظیم کار ترسره کړو ۔ اؤ دا مضبوط دیوال به تر یوې خاصې نېټې صحیح سالم ولاړ وی اؤ دوی به دېخوا نهٔ شی راتلې ۔ دَ صحیح احادیثو نه معلومیږی چې دَ عیسٰیؑ دَ راکوزېدو نه پس قیامت ته نژدے پهٔ دَ دې قوم دَ راوتو نېټه پوره شی ۔ هغوی به دا دېوال مات کړی اؤ پهٔ دې دنیا به داسې راخوارهٔ شی چې ټوله دنیا به ېٔ دَ مقابلې طاقت نهٔ لری ۔ عیسٰیؑ ته به حکم وشی چې دَ خاصو بندګانو سره کوه طور ته لاړ شه اؤ دعا وکړه ۔ دَ عیسٰیؑ پهٔ دعا به پهٔ یاجوج ماجوج یوه قدرتی وبا راشی اؤ ټول به مړهٔ شی ۔ دَ احادیثو پهٔ کتابونو کښې دَ قیامت دَ نښانو پهٔ بابونو کښې دَ دې پوره تفصیل موجود دے ۔
وَ تَرَكْنَا بَعْضَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ یَّمُوْجُ فِیْ بَعْضٍ وَّ نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَجَمَعْنٰهُمْ جَمْعًاۙ۝۹۹
اؤ مونږ به خلق پرېږدو چې ننوځی به پهٔ یو بل کښې پهٔ دغه ورځ اؤ شپېلۍ به پوک وهلې شی ۔ بیا به مونږ راجمع کړو دا خلق ټول ۔
وَّ عَرَضْنَا جَهَنَّمَ یَوْمَىِٕذٍ لِّلْكٰفِرِیْنَ عَرْضَاۙ۝۱۰۰
اؤ دوزخ به وښیو پهٔ دغه ورځ کافرو ته مخامخ ۔ ف۱۲۲
ف۱۲۲: یعنی یاجوج ماجوج به دَ سمندر دَ چپو پهٔ شان پهٔ چپو چپو راخوارهٔ شی ۔ بېشماره اؤ بې حسابه دَ ګڼې پهٔ وجه به یو بل کښې ننوځی ۔ پهٔ دیکو به ځان ته لار جوړوی یا دا چې خلق به دَ هیبته یو بل کښې ګډ وډ شی ۔ پریشانیٔ کښې به تښتی ۔ یا دا چې بنیادم اؤ پېریان به یو بل سره ګډ وډ شی ۔ بیا به دَ قیامت شپېلۍ ووهلې شی اؤ ټول مخلوق به دَ خپل خالق پهٔ دربار کښې پهٔ جمع حاضر شی ۔ دوزخ به کافرانو ته مخامخ ښکاره کړې شی ۔ خاص دَ کافرو دپاره ځکه چې دوزخ جوړ شوے دَ کافرو دپاره دے خو پهٔ دنیا کښې ېٔ پهٔ سترګو دَ غفلت پردې پرتې وې اوس به دا پردې لرې شی ۔ دَ خپل عمل نتیجه دوزخ به پهٔ خپلو سترګو ووینی ۔
اِ۟لَّذِیْنَ كَانَتْ اَعْیُنُهُمْ فِیْ غِطَآءٍ عَنْ ذِكْرِیْ وَ كَانُوْا لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَمْعًا۠۝۱۰۱
هغه کافر چې وهٔ دَ دوی پهٔ سترګو باندې پړده زما دَ ذکر نه ۔ اؤ نهٔ ېٔ شو اورېدې ۔ ف۱۲۳
ف۱۲۳: یعنی خپله ېٔ دَ عقل سترګې ړندې وې ۔ دَ الله دَ قدرت نښانې ېٔ نهٔ لیدې چې پوهه شوے وې اؤ دَ ضد اؤ عناد پهٔ وجه ېٔ دَ بل خبره هم نهٔ اورېده ۔
اَفَحَسِبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ یَّتَّخِذُوْا عِبَادِیْ مِنْ دُوْنِیْۤ اَوْلِیَآءَ١ؕ اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ نُزُلًا۝۱۰۲
آیا ګومان کوی دا کافران چې وبه نیسی زما بندیان زما خلاف خپل ملګری ۔ ف۱۲۴ مونږ تیار کړے دے دوزخ دَ کافرانو دپاره مېلمستیا ۔ ف۱۲۵
ف۱۲۴: یعنی آیا دَ کافرو دا خیال دے چې دوی به زما دَ ،خاصو بندګانو (عیسٰیؑ ، عزیرؑ ، روح القدس ، فرښتې) عبادت وکړی نو هغوی به زما پهٔ مقابله کښې خپل امداد ته ودروی؟ کَلَّا سَیَکْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَ یَکُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۔ (داسې هرګز نهٔ ده هغوی به خپله دَ ستاسو دَ دې عملونو نه دَ نفرت اظهار وکړی اؤ دَ ستاسو پهٔ خلاف کښې به مدعیان شی)
ف۱۲۵: پهٔ دې خبرو دوکه مهٔ خوریٔ ، هلته دَ ستاسو دَ تپوس هېڅوک نشته ۔ البته مونږ به درته مېلستیا درکوؤ دَ دوزخ پهٔ اور کښې قسم قسم عذابونه ۔
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْاَخْسَرِیْنَ اَعْمَالًاؕ۝۱۰۳
ووایه ، آیا زهٔ وښیٔم تاسو ته هغه خلق چې برباد شو دَ هغوی کړی کارونه ۔
اَلَّذِیْنَ ضَلَّ سَعْیُهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ هُمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ یُحْسِنُوْنَ صُنْعًا۝۱۰۴
هغه خلق چې برباد شو دَ هغوی کوشش دَ دنیا پهٔ ژوند کښې اؤ حال دا چې دَ هغوی دا خیال دے چې مونږ ډېر ښهٔ کارونه کوؤ ۔ ف۱۲۶
ف۱۲۶: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ ټولو نه زیات تاوانی هغه خلق وی چا چې خپل ژوند دَ دنیا پهٔ منډو ترړو کښې برباد کړو اؤ دَ آخرت ېٔ هېڅ فکر ونهٔ کړو ۔ دَ دنیا ترقی ېٔ اصل مقصد ګڼلو یا ېٔ دا مطلب دے چې دنیا کښې چې ېٔ کوم کارونه پهٔ خپل خیال ښهٔ کؤل پهٔ حقیقت کښې ښهٔ وو کهٔ نه ۔ هغه ټول ېٔ دَ کفر پهٔ وجه بې کاره اؤ برباد شو ۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَ لِقَآىِٕهٖ فَحَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِیْمُ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَزْنًا۝۱۰۵
دغه خلق دی چې منکر شو دَ خپل رب دَ نښانو نه اؤ دَ هغهٔ دَ ملاقات نه ، ف۱۲۷ نو برباد شو دَ هغوی ټول عملونه بیا نهٔ به ودروؤ مونږ دَ هغوی دپاره دَ قیامت پهٔ ورځ تول ۔ ف۱۲۸
ف۱۲۷: یعنی نهٔ ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ قدرت نښې ومنلې اؤ نهٔ ېٔ دا خیال وهٔ چې چرې به الله ته مخامخ ودریږو حساب به راسره کیږی ۔
ف۱۲۸: دَ کافرو نیکیٔ بې کاره دی چې دَ ایمان روح پکښې نشته نو دَ هغهٔ سره صرف بدیٔ اؤ کفریات پاتی شو ۔ تول خو دَ ښهٔ اؤ بد دَ کمی زیاتی معلومؤلو دپاره کیږی ۔ نو چې ښهٔ دَ سره شته نه نو تول دَ څهٔ دپاره وشی؟
ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوْا وَ اتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَ رُسُلِیْ هُزُوًا۝۱۰۶
دا دَ دوی بدله ده دوزخ ځکه چې دوی منکر شو اؤ جوړه ېٔ کړه زمونږ دَ آیتونو اؤ رسولانو نه خندا ۔ ف۱۲۹
ف۱۲۹: چې خنداګانې ېٔ کؤلے اوس دې ېٔ خوند وڅکی ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنّٰتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًاۙ۝۱۰۷
بېشکه چا چې ایمان راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی هغوی دپاره ده دَ یخو ګور سیوریو باغونه مېلمستیا ،
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا لَا یَبْغُوْنَ عَنْهَا حِوَلًا۝۱۰۸
همېشه به وسی پهٔ دې کښې نهٔ به غواړی دَ دې نه بدلېدل ۔ ف۱۳۰
ف۱۳۰: یعنی هلته پهٔ همېشه وسېدو به ېٔ زړهٔ نهٔ مړیږی اؤ دَ هغې ځائې نه دَ بدلېدو خواهش به نهٔ کوی ۔ ځکه چې هر وخت به ورته نوی نوی اؤ ناشنا ناشنا نعمتونه ورکؤلے شی ۔ نو هېچرې به ېٔ ځائې بدلؤلو ته زړهٔ نهٔ کیږی ۔
قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّیْ وَ لَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا۝۱۰۹
تهٔ ورته ووایه کهٔ شی دریاب سیاهی چې ولیکی زما دَ رب خبرې ، بېشکه ختم به شی دریاب اؤ پوره شوے به نهٔ وی زما دَ رب خبرې ۔ اګرچې دغه شان بل هم راؤړې شی دَ هغهٔ امداد ته ۔ ف۱۳۱
ف۱۳۱: قریشو دَ یهودو پهٔ وینا دَ حضور اکرمﷺ نه درے تپوسونه کړی وو ۔ (۱) روح ۔ (۲) اصحابِ کهف اؤ (۳) ذوالقرنین ۔ دَ روح متعلق ځواب پهٔ سورتِ بنی اسرائیل کښې تېر شوے دے ۔ دَ اصحابِ کهفو اؤ ذوالقرنین حالات پهٔ دې سورت کښې بیان شو ۔ مخکښې وئیلی شوی وو ۔ ”وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِنَ الْعِلْمِ اِلَّا قَلِیْلًا ۔“ (تاسو ته خو ډېر لږ علم درکړې شوے دے) پوره حال الله ته معلوم دے ۔ اوس دَ دې سورت پهٔ آخر کښې ښیٔلی شی چې دَ الله تعالیٰ دَ علم اؤ حکمت څهٔ انتها نشته ۔ کومې خبرې چې دَ ستاسو دَ پوهې قابلې وې اؤ څومره چې تاسو ته ضرورت وهٔ هغه درته وښیٔلې شوې ۔ دَ دنیا ټول معلومات چې راجمع شی دَ الله دَ علم پهٔ مقابله کښې داسې هم نهٔ دی لکه دَ سمندر پهٔ مقابله کښې یو څاڅکے ۔ فرض کړیٔ کهٔ دَ ټول سمندر اوبهٔ دَ خط سیاهی شی اؤ دَ الله تعالیٰ معلومات پرې لیکل شروع شی اؤ چې دا ختم شی نو بل سمندر اؤ بیا بل سمندر ورسره کړې شی نو دا دَ سمندرونو سیاهی به ختمه شی اؤ دَ الله تعالیٰ خبرې به ختمې نهٔ شی ۔ دَ دې نه اندازه ولګویٔ چې دَ قرآن یا نورو آسمانی کتابونو پهٔ ذریعه چې کوم علم تاسو ته درکړې شوے دے دا دَ الله تعالیٰ دَ علم پهٔ مقابله کښې هېڅ هم نهٔ دے ۔ اګرچې خپل ځان ته ېٔ ډېر وسیع اؤ لوی علمونه دی ۔
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ١ۚ فَمَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ رَبِّهٖ فَلْیَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَّ لَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا۠۝۱۱۰
ورته ووایه زهٔ هم یو بنیادم یم ستاسو پهٔ شان وحې راځی ما ته چې معبود ستاسو هم یو معبود دے ۔ نو څوک چې طمع لری خپل رب سره دَ ملاقات نو کوی دې نیک کارونه ، اؤ نهٔ دې شریکوی دَ خپل رب سره پهٔ عبادت کښې هېڅوک ۔ ف۱۳۲
ف۱۳۲: یعنی زهٔ هم دَ ستاسو پهٔ شان یو بنده یم ، الله نهٔ یم چې پهٔ خپله ذاتی طور ټول علمونه اؤ کمالونه راته حاصل وی ۔ البته الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل و کرم ما ته دَ وحې پهٔ ذریعه صحیح اؤ پاک علوم راستوی چې پهٔ هغې ټولو کښې اصلی اؤ بنیادی شے توحید دے اؤ زهٔ ټولې دنیا ته دَ دغې توحید طرف ته بلنه درکوم ۔ څوک چې خپل خالق سره دَ ملاقات شوق لری یا څوک چې خپل خالق سره مخامخ کېدو نه ویریږی هغهٔ ته پکار دی چې دَ شریعت دَ احکامو موافق ښهٔ کارونه کوی اؤ دَ الله پهٔ عبادت کښې دې بل هېڅوک نهٔ شریکوی نهٔ پهٔ ظاهره نهٔ پهٔ پټه ۔ دَ شرک جلی پهٔ شان دَ شرک خفی (ریا وغېره) نه دې هم ځان ساتی ۔ ځکه چې کوم عبادت کښې چې غیر الله شریک شوے وی هغه عابد ته پهٔ مخ ویشتے شی اؤ دَ الله پهٔ دربار کښې نهٔ قبلیږی ۔ پهٔ دې آیت کښې دا خبره وښیٔلې شوه چې دَ نبی علم هم خپل ذاتی نهٔ دے بلکې دَ الله دَ طرفه ورکړې شوے دے اؤ متناهی دے غیر متناهی نهٔ دے ۔ دَ الله تعالیٰ علم ذاتی اؤ غیر متناهی دے ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ مَرْیَمَ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانٌ وَّ تِسْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍؔ
سورت مریم مکّه کښې نازل شوے ، دوه کم سل آیتونه اؤ شپږ رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
كٓهٰیٰعٓصٓ۫ۚ۝۱
کاف ، ها ، يا ، عین ، صاد ،
ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهٗ زَكَرِیَّاۖۚ۝۲
دا بیان دے ستا دَ رب دَ رحمت پهٔ خپل بنده زکريا باندې ۔ ف۱
ف۱: حضرت زکریاؑ دَ بنی اسرائیلو یو لوئے پېغمبر وهٔ ۔ دَ بخاری شریف روایت دے چې هغهٔ دَ ترکاڼیٔ کسب کؤلو اؤ دَ خپل لاس پهٔ محنت به ېٔ خپل ضروریات پوره کؤل ۔ دَ هغهٔ څهٔ قصه مخکښې پهٔ سورت آلِ عمران کښې تېره شوے ده دَ هغې ځائې فوائد وګوریٔ ۔
اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ نِدَآءً خَفِیًّا۝۳
کله چې دعا وغوښته هغهٔ دَ خپل رب نه پهٔ غلی آواز ۔ ف۲
ف۲: وائی چې دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې ېٔ غلې غلې دا دعا کؤله ۔ لکه څنګه چې دَ دعا طریقه ده ۔ ”اُدْعُوْا رَبَّکُمْ تَضَرُّعًا وَّ خُفْیَةً ؕ “ (سوره اعراف ، رکوع ۷) داسې دعا دَ ریا نه پاکه اؤ دَ اخلاص نه ډکه وی ۔ شاید چې دعا ېٔ پهٔ دې خیال هم پټه کؤله چې پهٔ ډېره ضعیفیٔ کښې ېٔ ځوے غوښتو کهٔ چا اورېدلې وې نو خندل به ېٔ ورپورې ۔ هسې هم اکثر پهٔ ضعیفیٔ کښې آواز نرم اؤ کمزورے شی ۔
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّیْ وَ اشْتَعَلَ الرَّاْسُ شَیْبًا وَّ لَمْ اَكُنْۢ بِدُعَآىِٕكَ رَبِّ شَقِیًّا۝۴
وېٔ وئیل اے زما ربه زما هډوکی زاړهٔ شو اؤ دَ اور لمبه مې وخته دَ سر نه دَ بوډاوالی ، ف۳ اؤ تا نه پهٔ غوښتو کښې اے ربه زهٔ چرې نهٔ یم پاتې محروم ۔ ف۴
ف۳: یعنی پهٔ ظاهره دَ مرګ وخت نژدے دے ۔ دَ سر وېښتهٔ سپین شوی دی ، دَ وجود نه غوښه تلې وچ هډوکی پاتی دی ۔
ف۴: یعنی اے الله تا پهٔ خپل فضل و کرم همېشه زما دعا قبوله کړے ده اؤ پهٔ خاصه مهربانیٔ دې عادت کړے یم نو زهٔ امید لرم چې زما دَ ضعیفیٔ دا آخری سوال به هم قبول کړې اؤ ما به محروم نهٔ پرېږدې ۔ ځنو مفسرانو دَ دې آیت دا معنٰی لیکلے ده چې زهٔ ستا پهٔ بلنه چرې بدبخت نهٔ یم ثابت شوے ۔ همېشه مې ستا دَ حکم تابعداری کړے ده اؤ چرې مې سستی نهٔ ده کړے ۔
وَ اِنِّیْ خِفْتُ الْمَوَالِیَ مِنْ وَّرَآءِیْ وَ كَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا فَهَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّاۙ۝۵
اؤ زهٔ ویرېږم خپلو خپلوانو نه دَ ځان نه پس ، ف۵ اؤ زما ښځه شنډه ده ، نو تهٔ ما ته وبخښه دَ خپل طرف نه یو مددګار ،
ف۵: شاید چې دَ هغهٔ نور خپل خپلوان نا اهله وو دَ یعقوبؑ دَ روحانی دولت سنبالؤلو قابل نهٔ وهٔ ۔ نو دَ هغهٔ سره دا خطره شوه چې چرته دَ نبوت دا سلسله پهٔ دې ځائې ختم نهٔ شی ۔
یَّرِثُنِیْ وَ یَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ١ۖۗ وَ اجْعَلْهُ رَبِّ رَضِیًّا۝۶
چې زما پهٔ ځائې کښینی اؤ وارث شی دَ یعقوبؑ دَ خاندان ف۶ اؤ وې ګرځؤه اے ربه دَ زړونو خوښ ف۷
ف۶: یعنی زهٔ بوډا یم ۔ ښځه مې شنډه ده پهٔ ظاهره دَ اولاد هېڅ طمع نشته ۔ خالص دَ ستا پهٔ فضل اؤ خاص رحم به دا کار کیږی ۔ تهٔ ما ته داسې نیک اؤ قابل اولاد راکړه چې دَ نبوت دا ذمه واری ترسره کړې شی ۔ اؤ دَ یعقوبؑ دَ روحانی دولت وارث شی ۔
تنبیه: دَ صحیحو حدیثونو نه ثابته ده چې دَ نبیانو وراثت پهٔ مال کښې نهٔ جاری کیږی، دَ نبیانو وراثت دَ علم پهٔ دولت کښې جاری کیږی خپله دَ شیعه ګانو دَ منلی شوی کتاب کافی نه پهٔ روح المعانی کښې دغسې روایت نقل شوے دے نو دلته دَ ”یَرِثُنِیْ وَ یَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ“ نه مراد دَ مال دولت وراثت نهٔ دے بلکې دَ نبوت اؤ علم وراثت مراد دے ۔ اؤ دَ ”اٰلِ یَعْقُوْب“ دَ الفاظو نه خپله هم دغه معلومیږی ۔ ځکه چې دا څرګنده ده چې دَ یعقوبؑ دَ ټول اولاد دَ مال وارث یواځې دَ زکریاؑ اولاد نهٔ شو جوړېدې ۔ بلکې دلته دَ وراثت ذکر خپله دا غواړی چې دَ مال وراثت نهٔ دے مراد ۔ ځکه چې دَ هر چا اولاد دَ هغهٔ دَ دنیا دَ مال وارث وی ۔ نو دَ هغې دپاره دَ خاصې دعا ضرورت نهٔ وهٔ ۔ کهٔ اولاد ېٔ لائق وې اؤ کهٔ نالائقه دَ دنیاوی مال وارثان به وو ۔ نو داخیال کؤل چې زکریاؑ سره دَ دنیا دَ مال غم وهٔ چې چرته تربورانو ته رانه لاړ نهٔ شی کهٔ میرات مړ شم ۔ دا ډېر غلط خیال اؤ دَ یو نبی دَ شان سخت خلاف دے ۔ دا دَ نبی شان نهٔ دے چې دَ دنیا نه دَ رخصتېدو پهٔ وخت ورسره دَ مال دولت فکر وی ۔ اؤ بیا کمال خو دا دے چې زکریاؑ څهٔ داسې خاص مالدار هم نهٔ وهٔ چې ذکر شوے وې ورسره ۔ هغهٔ خو پهٔ محنت مزدوریٔ هیله خپل ضروریات پوره کؤل ۔ هغهٔ سره خو دَ خپل روحانی خلافت اؤ دَ دین دَ کار سنبالؤلو غم وهٔ ۔
ف۷: یعنی داسې اولاد راکړه چې دَ خپلو ښو اخلاقو اؤ نیک عمل پهٔ وجه زما اؤ ستا اؤ دَ ټولو نیکو خلقو خوښ وی ۔
یٰزَكَرِیَّاۤ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمِ اِ۟سْمُهٗ یَحْیٰی١ۙ لَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ سَمِیًّا۝۷
اے زکریا مونږ تا ته خوشخبری درکوؤ دَ یو هلک چې نوم ېٔ یحیٰی دے ، نهٔ دے پیدا کړے مونږ دَ دې نه مخکښې پهٔ دې نوم هېڅوک ۔ ف۸
ف۸: یعنی دعا ېٔ قبوله شوه اؤ دَ هلک دَ پیدائش زېرے ورکړې شو ۔ دَ پیدا کېدو نه مخکښې ورته الله تعالیٰ خپله یحیٰیؑ نوم خوښ کړو ۔ (۱) داسې ناشنا نوم چې دَ دې نه مخکښې هېچا دا نوم نهٔ وهٔ یٔښې ۔ (۲) ځنو مفسرانو دَ ”سَمِیٌّ“ معنٰی شبیھ کړے ده ۔ یعنی ښهٔ خوی خصلت اؤ ښائسته رنګ جوسه کښې دَ دهٔ پهٔ شان تر اوسه بل نهٔ دے پیدا شوے ۔ (۳) کېدے شی چې دَ هغهٔ خاص صفتونه (لکه نرم زړهٔ اؤ دَ ژړا غلبه) ترې مراد وی چې دَ داسې صفتونو مالک تر اوسه بل نهٔ دے پیدا شوے ۔ (۴) اؤ دا هم کېدے شی چې دَ داسې بوډا اؤ داسې شنډې ښځې اولاد دَ دې نهٔ مخکښې نهٔ دے پیدا شوے ۔ دَ الله پهٔ خاصه مهربانیٔ دا کار وشو ۔
قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّ كَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّ قَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا۝۸
وې وئیل اے ربه زما به هلک څنګه وشی زما ښځه خو شنډه ده اؤ زهٔ دَ بوډاوالی نه وچ شوے یم ۔ ف۹
ف۹: دَ بنیادم عام عادت دے چې داسې ناشنا خبره واوری نو دَ هغې ډېرډېر تپوسونه کوی اؤ ډېر تحقیق پکښې کوی ۔ پهٔ دې بیا بیا تپوس کښې هم یو خوند وی ۔ شاه صاحب لیکلی دی چې دَ داسې ناشنا خبرې سوال ېٔ کؤلو نو پهٔ هغه وخت ورته عجیبه نهٔ ښکارېده ۔ اؤ چې سوال ېٔ منظور شو نو عجیبه ورته ښکاره شوه ۔ (دا هم دَ بنیادم یوه عامه کمزوری ده)
قَالَ كَذٰلِكَ١ۚ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَّ قَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَ لَمْ تَكُ شَیْـًٔا۝۹
الله ووې هم دغه شان به کیږی ۔ ف۱۰ ستا رب ووې دا کار ما ته آسان دے اؤ تهٔ ما پیدا کړې مخکښې اؤ نهٔ وې تهٔ هېڅ شے ۔ ف۱۱
ف۱۰: یعنی خبره هم دغسې ده ، ستا به اولاد وشی دې کښې تعجب مهٔ کوه ۔
ف۱۱: دا خبره دَ فرښتې ده ۔ یعنی تا ته چې پهٔ ظاهره کومه خبره ګرانه ښکاری هغه ستا رب ته هېڅ ګرانه نهٔ ده ۔ اول دې بنیادم خپل ځان ته وګوری چې هېڅ نهٔ وو ۔ الله تعالیٰ پیدا کړو اؤ کامل بنیادم ېٔ ترېنه جوړ کړو ۔ چا چې بنیادم دَ نشت نه شتهٔ کړے دے هغه یو بوډا سړی اؤ شنډې ښځې ته اولاد هم ورکؤلے شی ۔
قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً١ؕ قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَ لَیَالٍ سَوِیًّا۝۱۰
زکریا ووې اے ربه مقرر کړه ما ته څهٔ نخښه ، الله ووې ستا نخښه دا ده چې خبرې به نهٔ کوے دَ خلقو سره درے ورځې ښهٔ روغ جوړ ، ف۱۲
ف۱۲: یعنی ښهٔ روغ جوړ به ئ اؤ درے ورځې به دې ژبه نهٔ چلیږی خبرې به نهٔ شې کؤلے ۔ کله چې درباندې داسې وخت راغلو نو پوهه شه چې دَ هلک نطفې ځائې ونیوؤ ۔ پوره تفصیل پهٔ سورتِ آل عمران (دریٔمه پاره رکوع ۴) کښې تېر شوے دے ۔
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ مِنَ الْمِحْرَابِ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ اَنْ سَبِّحُوْا بُكْرَةً وَّ عَشِیًّا۝۱۱
بیا راووتو خپل قوم ته دَ خپلې کوټې نه اؤ پهٔ اشاره ېٔ ورته ووې چې تسبیح واییٔ سحر اؤ نماښام ۔ ف۱۳
ف۱۳: کله چې هغه نېټه پوره شوه نو ژبه ېٔ بنده شوه ۔ دَ کوټګیٔ نه راووتو نو خلقو ته ېٔ پهٔ اشاره ووې چې سحر اؤ نماښام دَ الله ذکر کویٔ ۔ نمونځ کویٔ اؤ تسبیح اؤ کلمې واییٔ ۔ دا وینا یا خو دَ عادت موافق دَ نصیحت په طور ده اؤ یا ېٔ دَ الله دَ دې لوی احسان دَ شکریئے پهٔ طور ځان سره نور ملګری هم پهٔ حمد و ثنا کښې شریک کړل ۔ څنګه چې آل عمران کښې تېر شوی دی چې دا درے ورځې زکریاؑ ته خصوصیت سره دَ ډېر عبادت اؤ ذکر حکم شوے وهٔ ۔ خاص دَ تسبیح لفظ شاید چې دې دپاره وئیلے شوے وی چې اکثر دَ تعجب پهٔ وخت کښې خلق سبحان الله وائی ۔
یٰیَحْیٰی خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ١ؕ وَ اٰتَیْنٰهُ الْحُكْمَ صَبِیًّاۙ۝۱۲
اے یحیٰی ونیسه کتاب ښهٔ مضبوط ف۱۴ اؤ ورکړو مونږ هغهٔ ته حکم کؤل پهٔ وړوکوالی کښې ، ف۱۵
ف۱۴: یعنی پهٔ توریٰت اؤ نورو آسمانی صحیفو کومې چې پهٔ تا یا نورو پېغمبرانو نازلې شوے دی ښهٔ پهٔ کلکه عمل کوه ۔ خپله هم اؤ نورو ته هم وایه ۔ یعنی خلقو ته دَ کتاب الله پهٔ تعلیم کښې زور ولګوه ۔ پلار ېٔ کمزورے شوے وهٔ اؤ دې ځلمې وهٔ نو دهٔ ته دَ خاص کوشش کؤلو حکم ځکه وشو ۔
ف۱۵: یعنی پهٔ وړوکوالی کښې ورته الله پاک صحیح عقل اؤ ښهٔ پوهه اؤ فهم و فراست ورکړے وهٔ ۔ یو ځلې ورته همزولیو دَ لوبو دپاره بلنه ورکړه نو هغهٔ ورته ووې زهٔ دې دپاره نهٔ یم پیدا شوے ۔ دَ ځنو عالمانو دا خیال دے چې یحیٰیؑ ته وړوکوالی کښې نبوّت ورکړې شوے وهٔ ۔ (عام عادت دا دے چې نبوّت څلوېښت کاله پس ورکؤلے شی)
وَّ حَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَ زَكٰوةً١ؕ وَ كَانَ تَقِیًّاۙ۝۱۳
اؤ شوق مو ورکړو خپل طرف ته اؤ پاکیزه والے ، اؤ وو هغه پرهېزګار ، ف۱۶
ف۱۶: یعنی الله پاک هغهٔ ته ذوق و شوق ، رحمت و شفقت نرمی اؤ محبت ورکړے وهٔ ۔ پهٔ صفا ستره اخلاقو ، تقویٰ اؤ پرهېزګاریٔ کښې ممتاز وهٔ ۔ حدیث شریف دے یحیٰیؑ نهٔ چرې څهٔ ګناه کړے ده اؤ نهٔ ېٔ دَ ګناه خیال زړهٔ کښې راغلے دے ۔
همېشه به دَ الله دَ ویرې دومره ژړېدو چې اوښیو ېٔ پهٔ مخ لارې جوړې کړے وې ۔
وَّ بَرًّۢا بِوَالِدَیْهِ وَ لَمْ یَكُنْ جَبَّارًا عَصِیًّا۝۱۴
اؤ نیکی کؤنکے مور پلار سره اؤ نهٔ وهٔ زورور خودسر ۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی کبرژن ، نافرمانه اؤ خودسره نهٔ وهٔ ۔ شاه صاحب لیکی دَ آخر عمر اولاد اکثر دَ نیاز نه خراب شی خو دې داسې نهٔ وهٔ ۔
وَ سَلٰمٌ عَلَیْهِ یَوْمَ وُلِدَ وَ یَوْمَ یَمُوْتُ وَ یَوْمَ یُبْعَثُ حَیًّا۠۝۱۵
اؤ سلام دے پهٔ هغهٔ کومه ورځ چې پیدا شو اؤ پهٔ کومه ورځ چې به مری اؤ پهٔ کومه ورځ چې به بیا ژوندې پورته کؤلے شی ۔ ف۱۸
ف۱۸: الله تعالیٰ چې بنده باندې سلام لیږی نو دَ بنده دَ عزت زیاتؤلو دپاره ۔ مطلب ېٔ دا وی چې پهٔ دهٔ څهٔ ګرفت نشته ۔ دلته دَ ”یَوْمَ وُلِدَ وَیَوْمَ یَمُوْتُ وَ یُوْمَ یُبْعَثُ ھَیًّا“ نه مراد تعلیم دے چې دَ پیدائش نه تر مرګه اؤ پس دَ مرګه پهٔ هېڅ وخت کښې ورسره څهٔ ګرفت نشته ۔
وَ اذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مَرْیَمَ١ۘ اِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ اَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِیًّاۙ۝۱۶
اؤ بیان کړه پهٔ کتاب کښې حال دَ بی بی مریم ، کله چې جدا شوه دَ خپلو خلقو نه نمرخاتهٔ طرف ته یو ځائې کښې ف۱۹
ف۱۹: یعنی دَ حیض نه دَ پاکیٔ دَ غسل دپاره ډډې ته شوه اؤ ځان ته ېٔ پړده وکړه ۔ دا ېٔ وړومبے حیض وهٔ ، غالبًا دَ دیارلسو یا پنځلسو کالو پهٔ عمر کښې وه ۔ شرمېده نو دَ خلقو نه لرې دَ بیت المقدس مشر ق طرف ته یو بیل مکان ته لاړه ۔ ځکه عیسایانو قبله مشرق طرف ته ونیؤله ۔
فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُوْنِهِمْ حِجَابًا١۪۫ فَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهَا رُوْحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا۝۱۷
بیا ېٔ جوړه کړه دَ هغو نه اخوا ځانته پړده ۔ بیا مونږ واستؤله هغوی ته خپله فرښته نو هغې ورته ځان کړو دَ بنیادم پهٔ شان ۔ ف۲۰
ف۲۰: یعنی حضرت جبرئیلؑ ورته دَ یو ښائسته ځلمی پهٔ شکل کښې راغلو (فرښتې پهٔ خپل اصلی شکل کښې خو څوک لیدې نهٔ شی نو چې دَ بنیادم پهٔ شکل کښې راځی نو پهٔ ښهٔ ښائسته شکل کښې وی)۔
قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ اِنْ كُنْتَ تَقِیًّا۝۱۸
هغې ووې زهٔ پناه غواړمه پهٔ رحمٰن سره ستا نه کهٔ تهٔ ئ دَ الله نه ویرېدونکے ۔ ف۲۱
ف۲۱: بی بی مریم خو اول دا خیال وکړو چې څوک بنیادم دے ۔ پهٔ یواځې ځائې کښې پهٔ داسې حالت کښې دَ یو سړی پهٔ لیدو زړهٔ کښې وویرېده اؤ دَ ځان غم شو ورسره ۔ خو چې دَ هغې سړی پهٔ مخ ېٔ دَ تقویٰ اؤ پرهېزګاریٔ رڼا ولیده نو دَ خپل حفاظت دپاره ېٔ دغه الفاظ کافی وګڼل چې زهٔ دَ ستا نه پهٔ رحمان سره پناه غواړم ۔ کهٔ دَ الله ویره دې پهٔ زړهٔ کښې وی نو دې ځائې نه پهٔ حیا کښې لاړ شه چې ما ته څهٔ غږ ونهٔ کړې ۔
قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ١ۖۗ لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا۝۱۹
فرښتې ووې زهٔ ستا دَ رب استازے یم چې درکړم تا ته یو پاک ستره هلک ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی څهٔ خطره مهٔ کوه ۔ زهٔ بنیادم نهٔ یم دَ هغه الله راستؤلے پاکه فرښته یم دَ چا پهٔ نوم چې تهٔ امان غواړې اؤ دې دپاره راغلے یم چې تا ته دَ الله پاک دَ طرف نه دَ یو پاک اؤ مبارک هلک زېرې اؤ مبارکی درکړم ۔
قَالَتْ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّ لَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ وَّ لَمْ اَكُ بَغِیًّا۝۲۰
هغې ووې څنګه به وشی زما هلک اؤ لاس نهٔ دے راؤړے ما ته یو بنیادم اؤ زهٔ هېچرې بدکاره نهٔ وم ۔ ف۲۳
ف۲۳: دَ مریم بی بی ورباندې یقین وشو چې رښتیا فرښته ده نو خطره خو ېٔ ورکه شوه لېکن حیرانه پاتې شوه چې کومه ښځه وادهٔ شوے نهٔ وی اؤ بدکاره هم نهٔ وی ، سړے چرته ورنژدے شوے هم نهٔ وی نو دَ هغې به اولاد څنګه وشی؟
قَالَ كَذٰلِكِ١ۚ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ١ۚ وَ لِنَجْعَلَهٗۤ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَ رَحْمَةً مِّنَّا١ۚ وَ كَانَ اَمْرًا مَّقْضِیًّا۝۲۱
فرښتې ووې هم دغه شان ده ، وائی ستا رب چې دا کار ما ته آسان دے ۔ ف۲۴ اؤ مونږ دې جوړؤل غواړو خلقو دپاره یوه نخښه اؤ مهربانی دَ خپل طرفه ، اؤ دے دا کار فیصله شوے ۔ ف۲۵
ف۲۴: دا هم هغه شان ځواب دے څنګه چې زکریاؑ ته ورکړې شوے وهٔ ، پهٔ تېره رکوع کښې ېٔ وګوریٔ ۔
ف۲۵: یعنی دا کار به خامخا کیږی ، دا دَ الله دَ طرف نه فیصله شوے دے ۔ دَ الله تعالیٰ حکمت اؤ مصلحت دا غواړی چې دَ یو پاکې ښځې دَ ګېډې نه دَ سړی دَ نژدے کېدو نه بغیر اولاد پیدا کړی اؤ دَ غور کؤنکیو دپاره دَ الله تعالیٰ دَ قدرت یوه نمونه شی ۔ عام بنیادم خو دَ نر اؤ ښځې دَ یو ځائې کېدو نه پیدا کیږی ۔ آدمؑ دَ دې دواړو نه بغیر پیدا شوے وهٔ ۔ اؤ حوا بی بی یواځې دَ سړی دَ وجود نه پیدا شوه اؤ اوس دا دے عیسٰیؑ یواځې دَ ښځې نه پیدا شو بغیر دَ سړی نه ۔ پهٔ دې طریقه دَ پیدائش ټولې طریقې پوره شوې ۔ د نر ښځې دواړو نه ۔ یواځې نر نه ۔ یواځې ښځې نه ۔ نو دَ حضرت مسیحؑ وجود دَ الله تعالیٰ دَ قدرت یوه نخښه اؤ دنیا دپاره دَ هغهٔ دَ رحمت یو سبب دے ۔
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهٖ مَكَانًا قَصِیًّا۝۲۲
بیا ېٔ هغه پهٔ ګېډه شو نو ځانته شوه ۔ ف۲۶ دَ هغهٔ سره پهٔ یو لرې مکان کښې ۔ ف۲۷
ف۲۶: وائی چې فرښتې ورته پهٔ ګریوان کښې یا لستوڼی کښې پوکې ورکړو نو دَ هغې نه ېٔ حمل شو ۔ دَ ظاهر الفاظو نه دا معلومیږی چې دَ نفخ نسبت الله تعالیٰ ته دے ۔ لکه دَ آدمؑ پهٔ قصه کښې چې صفا الفاظ دی ۔
فَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ ۔“ څنګه چې هلته الله تعالیٰ دَ خټې نه دَ آدمؑ جوثه تیاره کړه بیا ېٔ پکښې روح پوک وهلو ۔ دغه شان دلته هم دَ نفخ نسبت الله تعالیٰ ته دے ۔
ف۲۷: یعنی کله چې ېٔ دَ لنګون وخت راغلو نو دَ خلقو دَ شرمه یو لرې شاړ مکان ته لاړه ۔ شاید دا هم هغه ځائې دے کوم ته چې بیت اللحم وئیلی شی ۔ دا ځائې دَ بیت المقدس نه اتهٔ میله لرې دے ۔
فَاَجَآءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰی جِذْعِ النَّخْلَةِ١ۚ قَالَتْ یٰلَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَ كُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا۝۲۳
بیا راوسته هغه دَ زېږون درد دَ یوې کجورې تنې ته ۔ وې وئیل هائے افسوس کهٔ زهٔ مړه وې دَ دې نه مخکښې اؤ وې بیخی هېره کړې شوے ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی دَ لنګون دَ درد پهٔ وجه دَ کجورې یو ډډ ته دَ تکیه لګؤلو دپاره رانژدے شوه ۔ پهٔ دې وخت دَ تکلیف ، دَ یواځی والی ، دَ بې اسرې کېدو ، اؤ دَ ټولو نه زیات دَ بدنامیٔ دَ تکلیف پهٔ وجه ېٔ بې اختیاره دَ خلې نه دا خبرې ووتې ۔ ارمان دے کهٔ زهٔ دَ دې ورځې لیدو نه مخکښې مړه وې چې دنیا کښې مې هډو نوم نشان نهٔ وې پاتې شوے ، خلقو بیخی هېره کړے وې ۔
فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیًّا۝۲۴
نو آواز ورکړو دې ته فرښتې دَ لاندې نه چې مهٔ خفه کېږه ، بېشکه ستا رب جاری کړے ده ستا لاندې یوه چینه ۔
وَ هُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِیًّا٘۝۲۵
اؤ وڅنډه دا دَ کجورې ونه ، دې نه به تا ته را وغورزیږی پخې تازه کجورې ۔ ف۲۹
ف۲۹: کوم ځائې چې بی بی مریم دَ کجورې ډډ ته تکیه وهلې وه هغه ځائې لږ وچت وهٔ۔ دَ لاندې ته ورته فرښتې تسلې ورکړه چې تهٔ خفه کېږه مه ۔ الله تعالیٰ به تا ته دَ هر قسم ظاهری اؤ باطنی اطمینان اسباب جوړ کړی ۔ لاندې وګوره الله پاک ستا دپاره دَ خوږو اوبو چینه جاری کړے ده ۔ اؤ دې ونې ته څنډ ورکړه ۔ تازه پخې کجورې به ترې را پرېوځی دا خوره اؤ یخې اوبهٔ ورپسې څښه اؤ دَ خلقو دَ ملامتې هېڅ فکر مهٔ کوه ۔ الله پاک به دَ هغې انتظام هم وکړی تهٔ بې غمه شه ۔
تنبیه: ځنو مفسرانو دَ ”سَرِیَّا“ معنٰی سردار کړے ده ۔ یعنی الله تعالیٰ به دَ تا نه یو لوئے سردار پیدا کړی ۔ چا چې دَ ”سَیّدَةَ“ معنٰی چینه کړے ده هغوی وائی دلته دَ مخکښې نه چینه نهٔ وه اؤ دا چینه خلافِ عادت الله تعالیٰ پهٔ دغه وخت جاری کړه اؤ دَ کجورې دغه ونه هم وچه وه ۔ بې موسمه پخې کجورې پکښې الله تعالیٰ پیدا کړې ۔ دَ دې خلافِ عادت کارونو پهٔ لیدو به دَ بی بی مریم تسلّی شوے وی چې الله پهٔ ما مهربانه دے ۔ اؤ پهٔ دې وخت کښې ورته دَ دې څیزونو ضرورت هم وهٔ اؤ فائده مند هم وو ۔
فَكُلِیْ وَ اشْرَبِیْ وَ قَرِّیْ عَیْنًا١ۚ فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا١ۙ فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّاۚ۝۲۶
نو اوس خوره اؤ څښه اؤ یخې کړه خپلې سترګې ف۳۰ بیا که تا ولیدهٔ څوک بنیادم نو ورته ووایه چې ما منلې ده رحمان ته روژه ، نو خبرې به نهٔ کوم نن دَ هېچا سره ۔ ف۳۱
ف۳۰: یعنی دا تازه کجورې وخوره ، یخې اوبهٔ وڅښه اؤ دَ مبارک اؤ پاکیزه اولاد پهٔ لیدو ټټر یخ کړه ۔ دَ مخکښې غم مهٔ کوه الله پاک به ټول مشکلات آسان کړی ۔
ف۳۱: یعنی کهٔ څوک درنه تپوس کوی (چې دا وړوکے چرته وهٔ اؤ څنګه پیدا شو) نو پهٔ اشاره ورته ووایه چې نن زما دَ خبرو نه روژه ده پوره حال درته نهٔ شم وئیلې ۔ لکه څنګه چې مونږ دَ خوراک څښاک نه روژه نیسو دغه شان پهٔ هغه مذهب کښې دَ خبرو دَ بندېز روژه هم وه ۔ پهٔ اسلام کښې دا نشته ۔ دَ ”اِنْسِیًّا“ قید شاید چې دې دپاره لګېدلے دے چې پهٔ روژه کښې دَ بنیادم سره بندې وې دَ فرښتې سره اجازت وهٔ ۔
فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ١ؕ قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا۝۲۷
بیا ېٔ راوستو هغه وړوکے خپل قوم ته پهٔ غیږ کښې ، هغوی ووې اے مریم دا خو دې ډېر خراب کار وکړو ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی بی بی مریم چې وړوکے پهٔ غیږ کښې خپل قوم ته راغله نو خلق ډېر حیران هم شو او غصه هم شو ۔ ورته ېٔ ووې تا خو ډېر ناکاره کار وکړو ۔ تهٔ خو ناوادهٔ پېغله وې دا بچے دې دَ کوم ځایه راؤړو؟
یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّ مَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّاۖۚ۝۲۸
اے دَ هارون خور نهٔ وهٔ ستا پلار ناکاره سړے اؤ نهٔ وهٔ ستا مور بدکاره ف۳۳
ف۳۳: خلق پرې بد ګمانه شو ورته ېٔ ووې ستا مور پلار خو دواړه نیکان وو نو تا کښې دا ناکاره عادت دَ کوم ځایه راغلو ( چې بدکاری دې وکړه) ”اُخْتَ هَارُوْن“ ېٔ ورته ځکه ووې چې بی بی مریم دَ هارونؑ پهٔ اولاد کښې وه ۔ یعنی اُخْتَ قَوْمِ هَارُوْن ۔ لکه ”وَاذْکُرْ اَخَا عَادٍ “ کښې چې هودؑ دَ عا قبیلې نه وهٔ ۔ نو دَ عاد ورور ورته وئیلے شوے دے ۔ سره دَ دې چې عاؔد دَ دغې خاندان دَ مشر نیکهٔ نوم وهٔ ۔ پهٔ ځنو حدیثونو کښې راځی چې دَ مریم بی بی دَ ورور نوم هم هارون وهٔ ۔ لکه نن صبا چې خلق دَ بزرګانو اؤ پېغمبرانو نومونه دَ برکت دپاره کیږدی ۔ دَ بی بی مریم دغه ورور هم ډېر نیک سړے وهٔ ۔ نو مطلب دا چې ټول خاندان دې نیک دے نو تا څنګه بدعملی وکړه ۔
فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ١ؕ قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا۝۲۹
بیا هغې اشاره وکړه هلک ته ، ف۳۴ هغوی ووې مونږ څنګه خبرې وکړو داسې کس سره چې دے پهٔ غېږ کښې وړوکے ، ف۳۵
ف۳۴: بی بی مریم دغه وړوکی ته اشاره وکړه چې زما خو روژه ده دَ دې وړوکی نه تپوس وکړیٔ چې څنګه پیدا شوې؟
ف۳۵: خلق نور هم غصه شو چې داسې کار دې هم کړے دے ، اوس راپورې دا خندا هم کوے چې دَ غیږ دَ وړوکی نه تپوس وکړیٔ ۔ نو مونږ دَ هغهٔ نه څهٔ تپوس وکړو اؤ هغه به راته څهٔ حال ووائی ۔
تنبیه: مَنْ کَانَ فِی الْمُهْدِ صَبِیًّا“ کښې دَ کَانَ لفظ نه دا نهٔ معلومیږی چې دَ خبرو پهٔ وخت کښې هغه وړوکے نهٔ وهٔ (دَ دې نه مخکښې پخوا چرته وړوکے وهٔ) پهٔ قرآن کښې دَ کَانَ لفظ بې شمېره موقعو کښې داسې معنٰی دپاره استعمال شوے دے چې هغه معنٰی پهٔ زمانه ماضی کښې ختم شوے نهٔ ده بلکې پهٔ دغه وخت هم موجوده ده ۔ لکه ”کَانَ اللہُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا“ (دَ دې دا معنٰی هېڅوک نهٔ شی کؤلے چې ګنی الله پاک پخوا رحیم وهٔ اوس نهٔ دے) لَا تَقْرَبُوا الزِّنَا اِنَّهٗ کَانَ فَاحِشَةً ۔ (دَ دې دا مطلب هرګز نهٔ دے چې زنا چرې ناکاره کار وهٔ پهٔ دې وخت نهٔ دے) یا لکه اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِکْرٰی لِمَنْ کَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۔ پهٔ دې ټولو ځایونو کښې کَانَ دَ داسې مضمون دپاره استعمال شوے دے چې دَ هغې سلسله پهٔ ماضی کښې ختم نهٔ ده ۔ بلکې تر اوسه جاری ده ۔ دلته ”مَنْ کَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا“ سره تعبیر پهٔ دې غرض شوے دے چې دې خلقو یوه عامه قاعده بیانؤله ۔ یعنی یواځې دا وړوکے نه هېڅ یو دَ غیږ وړوکے خبرې نهٔ شی کؤلے ۔ نو مونږ ترې تپوس څنګه وکړو؟
فائده: (ځنی بې دینه کسان چې دَ معجزاتو منکر دی ۔ دې ځائې کښې وائی چې عیسٰیؑ دَ خبرو کؤلو پهٔ وخت کښې وړوکے نهٔ وهٔ ۔ دا ځواب ېٔ هغه وخت ورکړے وهٔ چې لوئے وهٔ دَ خبرو قابل وهٔ ۔ اؤ دلیل کښې لفظ دَ کَانَ پیش کوی چې کَانَ دَ ماضی دپاره راځی ۔ علامه عثمانیؒ دَ تنبیه نه پس دَ دغه کسانو ځواب کړے دے چې دَ کَانَ دَ لفظ نه ستدلال غلط دے ۔ مترجم)
قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ١ؕ۫ اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَ جَعَلَنِیْ نَبِیًّاۙ۝۳۰
وړوکی ووې زهٔ دَ الله بنده یم ، ما ته ېٔ راکړے کتاب اؤ زهٔ ېٔ نبی کړے یم ۔ ف۳۶
ف۳۶: خلقو یا دا خبرې کؤلے چې عیسٰیؑ الله تعالیٰ ګویا کړو اؤ پهٔ دغه وخت ېٔ داسې خبرې وکړې چې دَ هغه ټولو غلطو عقیدو اؤ باطلو خیالاتو تردید ېٔ وکړو کوم چې وروستو دَ هغهٔ متعلق خلقو جوړؤل ۔ هغهٔ ووې زهٔ دَ الله بنده یم یعنی نهٔ الله یم اؤ نهٔ دَ الله ځوئے لکه څنګه چې ېٔ عیسایان منی بلکې دَ الله بنده یم اؤ هم دَ دغې عقیدې دَ رد دپاره الله پاک دَ عیسٰیؑ دَ پیدائش دا ټوله قصه پهٔ تفصیل سره بیان کړه ۔ اؤ هغهٔ ووې زهٔ الله پاک نبی کړے یم ۔ یعنی دروغژن اؤ مفتری نهٔ یم لکه دَ یهودیانو چې خیال دے ۔
تنبیه: پهٔ سورتِ آلِ عمران اؤ سورتِ مائده کښې دَ عیسٰیؑ پهٔ وړوکوالی کښې خبرو کؤلو پوره بحث شوے دے ۔ هلته ېٔ وګوریٔ ۔ سورتِ مائده رکوع ۱۵ سورتِ آلِ عمران رکوع ۵ ۔
دَ صحیح بخاری پهٔ حدیث کښې چې رسول اکرمﷺ دَ درے وړو پهٔ وړوکوالی کښې دَ خبرو کؤلو ذکر کړے دے پهٔ هغو کښې یو حضرت عیسٰیؑ هم دے ۔ نن چې څوک دَ قرآن اؤ حدیث خلاف دَ عیسٰیؑ دَ دې معجزې (پهٔ وړوکوالی کښې خبرو کؤلو نه) انکار کوی ۔ هغوی پهٔ پټو سترګو دَ عیسایانو پهٔ عقیدې پسې روان دی ۔ څهٔ مضبوط دلیل ورسره نشته ۔
وَّ جَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ١۪ وَ اَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَ الزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا٢۪ۖ۝۳۱
اؤ زهٔ ېٔ برکتی کړے یم پهٔ هر ځائې کښې چې ووم اؤ پهٔ ما ېٔ تاکید کړے دَ نمانځهٔ اؤ دَ زکوٰة تر څو چې زهٔ ژوندے یم ۔ ف۳۷
ف۳۷: یعنی تر څو چې ژوندے یم نو پهٔ کوم وخت اؤ کوم ځائې کښې چې یم اؤ دَ کوم قسم نمونځ اؤ زکوٰة حکم چې راته وی هغه به دَ خقونو اؤ شرطونو دَ خیال ساتلو سره پوره پوره کوم ۔ لکه بل ځائې چې دَ مؤمنانو متعلق ارشاد دے ۔ ”اَلَّذِیْنَ وَ هُمْ عَلٰی صَلٰوتِهِمْ دَائِمُوْنَ ۔“ دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ګنی پهٔ هر حالت اؤ هر وخت کښې بس پهٔ نمانځه ولاړ وی بل کار نهٔ کوی ۔ بلکې مطلب دا دے چې پهٔ کومه طریقه اؤ کومو وختونو کښې دَ نمانځهٔ حکم دے هغه همېشه همېشه پوره کوی ۔ کهٔ یو سړے دا ووائی چې زهٔ تر څو ژوندے یم نمونځ به کؤم ۔ دَ هغې مطلب دا هرګز نهٔ وی چې بل هېڅ کار به نهٔ کؤم بس پهٔ نمانځهٔ به ولاړ یم ۔ دغه شان دلته هم دَ ”مَا دُمْتُ حَیًّا“ مطلب دغه دے چې تر څو ژوندې یم هر ځائې کښې به دَ نمانځهٔ پهٔ وخت همېشه نمونځ کؤم ۔ یاد لریٔ چې دَ صلوٰة معنٰی یواځې دې خاص طریقې باندې نمونځ کؤل نهٔ دی ۔ پهٔ قرآن شریف کښې بنیادمو ، فرښتو بلکې ټول جهان ته دَ صلوٰة نسبت شوے دے ۔ اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللہَ یُسَبِّحُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَ الطَّیْرُ صَاۤفَّاتٍ ؕ کُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلٰوتَهٗ وَ تَسْبِیْحَهٗ (سوره نور ، رکوع ۶) اؤ دا ېٔ هم وئیلی دی چې دَ هر څیز دَ صلوٰة اؤ تسبیح حال الله ته معلوم دے چې کوم څیز پهٔ کومه طریقه صلٰوة اؤ تسبیح کوی ۔ دغه شان دَ زکوٰة معنٰی هم پهٔ اصل کښې پاکی ، لوئیدل ، برکت اؤ ثنا ده پهٔ دې هره یوه معنٰی پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې استعمال دے ۔ لکه اول پهٔ دغه رکوع کښې حضرت مسیحؑ ته ”غُلَامًا زَکِیًّا“ وئیلے شوے دے چې دَ زکوٰة نه جوړ دے ۔ دَ یحیٰیؑ دپاره ”وَ حَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَ زَکٰوةً“ لفظ راغلے دے ۔ پهٔ سورتِ کهف کښې ”خَیْرًا مِّنْهُ وَ زَکٰوةً وَّ اَقْرَبَ رُحْمًا“ لفظ دَ پاکیٔ پهٔ معنٰی راغلے دے ۔ ممکن ده چې دلته دَ ”اَوْصَانِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّکٰوةِ “ مطلب دا وی (اَوْصَانِیْ بِاَنْ اٰمُرَ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّکٰوةِ) لکه دَ اسماعیلؑ پهٔ حق کښې چې وئیلی شوی دی ۔ ” وَ کَانَ یَأْمُرُ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّکٰوةِ“ بیا دَ ”اَوْصَانِی“ دَ لفظ دا مطلب هم نهٔ دے چې ګنی دَ وصیت دَ وخت نه دې پرې عمل شروع شی ۔ اؤ ډېره ممکنه ده چې دَ ”مَا دُمْتُ حَیًّا“ نه مطلب دغه دَ زمکې پهٔ مخ ژوندون وی (ګنی آسمان کښې خو اوس هم ژوندے دے) لکه دَ ترمذی شریف یو حدیث کښې چې دی چې دَ جابرؓ پلار چې شهید شوے وهٔ ۔ الله پاک بیا ژوندے کړو ورته ېٔ ووې چې وغواړه چې څهٔ غواړې هغهٔ ووې ما بیا دوباره ژوندې کړه چې ستا پهٔ لار کښې بیا شهید شم ۔ نو دَ دې ژوندی کؤلو نه مطلب پهٔ زمکه ژوندے کؤل دی ۔ یعنی دَ شهیدانو دپاره خو ژوند دَ قرآن نه ثابت دے ۔ اؤ خپله پهٔ دې حدیث کښې هم تصریح ده ( چې الله پاک بیا ژوندې کړو نو دا سوال ځواب ېٔ سره وشو) نو دَ هغهٔ دا وئیل چې ما دوباره ژوندې کړه یقینًا دا مطلب وهٔ چې دَ زمکې پهٔ مخ بیا ژوندے وګرځم ۔ اؤ دَ حیات نه هم دغه پهٔ زمکه ژوند مراد دے ۔ پهٔ هغه حدیث کښې چې وئیلی شوی دی ۔ لَوْ کَانَ مُوْسٰی وَ عِیْسٰی حَیَّیْنِ ۔الخ بالفرض کهٔ دَ دې حدیث کېدل ثابت شی ۔ نو مطلب ېٔ دا دے کهٔ عیسٰیؑ پهٔ دې وخت دلته پهٔ زمکه موجود وې نو دَ دې نه دَ آسمان دَ ژوند نفی نهٔ کیږی۔ مونږ بالفرض ځکه ووې چې دَ احادیثو پهٔ کتابونو کښې دَ دې حدیث دَ سند څهٔ پته نهٔ لګی ۔ والله اعلم ۔
وَّ بَرًّۢا بِوَالِدَتِیْ١٘ وَ لَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا۝۳۲
اؤ نیکی کؤنکے دَ خپلې مور سره ف۳۸ اؤ نهٔ یم ګرځؤلے زهٔ زورور بدبخته ، ف۳۹
ف۳۸: پلار ېٔ څوک نهٔ وهٔ ۔ ځکه ېٔ یواځې مور یاده کړه ۔
ف۳۹: دا ټولې جملې دَ ماضی پهٔ صیغو کښې دی ۔ بېشکه دا داسې دی لکه کومه خبره چې یقینی کېدونکے وی دَ هغې نه قرآن شریف کښې اکثر دَ ماضی پهٔ صیغه تعبیر کؤلے شی ۔ لکه دَ قیامت متعلق ارشاد دے ۔
اَتٰۤی اَمْرُ اللہِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْهُ ۔ دغه شان مسیحؑ هم پهٔ وړوکوالی کښې دَ یقینی مستقبل دپاره دَ ماضی صیغې استعمال کړې چې دا کار به خامخا کیږی ۔ ګویا کهٔ شوے دے ۔ دَ عیسٰیؑ پهٔ وړوکوالی کښې دې صفا ستره خبرو هغه تهمت بالکل صفا کړو کوم چې ېٔ خلقو پهٔ مور لګؤلو ۔ اول خو دَ یو وړوکی خبرې کؤل خپله دَ خلقو دَ خلې بندؤلو دپاره کافی وهٔ ۔ بیا پهٔ کومه هستیٔ کښې چې داسې اعلٰی صفتونه اؤ پاکیزه اخلاق وی هغه دَ زنا پیدا هېچرې نهٔ شی کېدے ۔ څنګه چې دَ دغه خلقو هم عقیده وه ”مَا کَانَ اَبُوْكِ امْرَأسَوْءٍ وَمَا کَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا“ (چې دَ نیکو خلقو اولاد ته هم نیک کېدل پکار دی) ۔ دَ دې نه ښکاره ده چې هغهٔ فروع دَ اصولو موافق اخستل ۔ چې بی بی مریم ته ېٔ وې ستا پلار خو ناکاره نهٔ وهٔ ، نهٔ دې مور بدعمله وه ۔ مطلب دا چې دَ بدکاریٔ نه پیدا وړوکے داسې نیک اؤ پاک هېچرې نهٔ شی کېدے ۔
وَ السَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَ یَوْمَ اَمُوْتُ وَ یَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا۝۳۳
اؤ سلام دے پهٔ ما پهٔ کومه ورځ چې زهٔ پیدا شوم اؤ پهٔ کومه ورځ چې به مرم اؤ پهٔ کومه ورځ چې به بیا ژوندے پاڅمه ۔ ف۴۰
ف۴۰: دغه شان مخکښې جمله دَ یحیٰیؑ متعلق هم تېره شوے ده ۔ فرق دومره دے چې هغه خبره دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه ده اؤ دلته دَ عیسٰیؑ پهٔ خلهٔ وئیلے شوے ده اؤ پهٔ سَلَامٌ اؤ اَلسَّلَام کښې دَ فرق خیال هم ساتل پکار دی ۔
ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ١ۚ قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ۝۳۴
دا دے عیسٰیؑ دَ مریم ځوئے رښتیا خبره چې خلق پکښې شکونه کوی ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ حضرت عیسٰیؑ متعلق صحیح خبره هم دغه ده چې بیان شوه خو خلقو هسې پهٔ دې صفا اؤ څرګنده خبره کښې جګړې شروع کړی دی ۔ چا ترېنه خدائې جوړ کړو ، چا دَ خدائې ځوئے کړو ، چا ورته دروغژن ووې اؤ چا ېٔ پهٔ نسب کښې خبرې راپورته کړې ۔ صحیح خبره هم دغه ده چې نهٔ خدائې دے نهٔ دَ خدائې ځوئے دے بلکې دَ الله یو خاص بنده اؤ رسول د ے ۔ دروغژن نهٔ دے اؤ رښتونے پېغمبر دے ۔ حسب اؤ نسب هر څهٔ ېٔ پاک اؤ صاف دی ۔ الله تعالیٰ ورته کلمة الله وئیلے دے اؤ ممکنه ده چې دلته دَ ”قول الحق“ نه هم دغه کلمة الله مراد وی ۔
مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ١ۙ سُبْحٰنَهٗ١ؕ اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُؕ۝۳۵
الله داسې نهٔ دے چې وساتی اولاد ، هغه پاک ذات دے ، کوم وخت چې مقرر کړی یو کار کؤل نو ورته ووائی ”وشه“ هغه وشی ۔ ف۴۲
ف۴۲: دَ چا چې پهٔ یو لفظ کُنْ وئیلو هر کار کیږی هغهٔ ته دَ اولاد څهٔ ضرورت دے؟ اولاد به څهٔ امداد ورکوی؟ کهٔ یادګار به ېٔ پاتې شی؟ کهٔ پهٔ اولاد به څهٔ کوی؟ کهٔ دَ چا شک وی چې اکثر بنیادم خو دَ نر ښځې جوړې نه پیدا کیږی نو عیسٰیؑ بې پلار یواځې مور نه څنګه پیدا شو ۔ دې دپاره هم دغه ځواب دے چې بس الله دغسې وغوښته اؤ پیدا شو ۔ یعنی داسې قادرِ مطلق دپاره دا څهٔ ګران کار دے؟ چې یو وړوکے بې پلاره پیدا کړی ۔ کهٔ عیسایان ېٔ الله تعالیٰ ته پلار اؤ بی بی مریم ته ېٔ مور وائی نو آیا هغوی دَ الله اؤ دَ بی بی مریم ترمینځه دَ ښځې خاوند دَ نورو تعلقاتو هم اقرار کوی؟ کهٔ الله ېٔ پلار ومنلې شی بیا هم دَ تخلیق طریقه به ېٔ هغه نهٔ وی کومه چې عامه طریقه ده (یعنی دَ نر ښځې یو ځائې کېدل) نو هر کله چې یو خلافِ عادت طریقه منلو باندې مجبور دی نو بې پلاره پیدا کېدل ولې نهٔ منی؟
وَ اِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ١ؕ هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ۝۳۶
اؤ بېشکه الله دے زما رب اؤ ستاسو رب نو دَ هغهٔ عبادت کویٔ هم دغه ده نېغه لار ۔
فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْۢ بَیْنِهِمْ١ۚ فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۝۳۷
نو بیا بیله بیله لار اختیار کړه دَ دوی ډلو ۔ نو تباهی ده دَ کافرانو دپاره ۔ کله چې به ووینی دوی یوه ورځ لویه ف۴۳
ف۴۳: دا دَ چا قول دے؟ ځنو مفسرانو دا وئیلی دی چې دا دَ عیسٰیؑ قول دے ۔ دَ مخکښې نه ”قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللہِ“الخ سره دَ عیسٰیؑ قول شروع شوے وهٔ ۔ پهٔ مینځ کښې دَ تنبیه دپاره ”ذٰلِكَ عِیْسَی بْنُ مَرْیَمَ“الخ سره دَ الله تعالیٰ کلام شروع شو ۔ دَ هغې دَ پوره کېدو نه پس بیا دَ عیسٰیؑ مقوله شروع شوه ۔ (علامه عثمانی فرمائی) زما پهٔ خیال بهتره دا ده چې دا جمله ”وَاذْکُرْ فِی الْکِتٰبِ مَرْیَمَ“الخ سره ولګی ۔ یعنی اے محمّدﷺ پهٔ خپل کتاب کښې دَ مریم اؤ عیسٰیؑ دَ ذکر نه پس خلقو ته ووایه چې زما اؤ ستاسو ټولو رب الله دے ۔ خاص دَ هغةٔ عبادت کویٔ ۔ ښځه اؤ اولاد ورته مهٔ پیدا کویٔ ۔ دغه دَ خالص توحید لار صفا ستره لار ده ۔ هېڅ کږلېچ پکښې نشته ۔ ټولو نبیانو هم دغه هدایت کړے دے خو خلقو ورکښې ډلې پرې جوړې کړې ۔ اؤ جدا جدا لارې ېٔ راپیدا کړې نو څوک چې دَ توحید نه انکار کوی هغه دې دَ لوئے ورځې دَ تباهیٔ نه خبردار شی کومه چې یقینی راتلونکے ده ۔ خلاصے ترې نشته ۔
اَسْمِعْ بِهِمْ وَ اَبْصِرْ١ۙ یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۳۸
څنګه ښهٔ به اوری اؤ وینی پهٔ کومه ورځ چې به راځی زمونږ سره لېکن بې انصافه نن ورځ پهٔ څرګنده ګمراهیٔ کښې پراتهٔ دی ف۴۴
ف۴۴: یعنی نن چې درته لیدو اورېدو څهٔ فائده ورکؤلے شوه ، ځانونه مو ړاندهٔ کاڼهٔ کړی دی ۔ هېڅ غور فکر نهٔ کویٔ ۔ دَ قیامت پهٔ ورځ چې به بیا هېڅ فائده نهٔ ورکوی ۔ سترګې به مو ښې وغړیږی ۔ غوږونه به مو ښهٔ آزاد شی ۔ دَ هغه وخت خبرې به اوریٔ اؤ هغه هیبت ناک منظر به وینیٔ ۔ مخونه به مو تور وی اؤ زړهٔ به مو دَ هیبته ټوټې ټوټې کیږی ۔
وَ اَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْحَسْرَةِ اِذْ قُضِیَ الْاَمْرُ١ۘ وَ هُمْ فِیْ غَفْلَةٍ وَّ هُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۳۹
اؤ وویروه دوی دَ هغې ارمان دَ ورځې نه کله چې به فیصله وشی کار ف۴۵ اؤ دوی پهٔ غفلت کښې پراتهٔ دی اؤ دوی یقین نهٔ کوی ۔ ف۴۶
ف۴۵: دَ کافرو دپاره به دَ افسوس اؤ پښېمانیٔ ډېرې موقعې وی ۔ آخری موقع به دا وی چې مرګ به دَ یو ګډ پهٔ شکل کښې میدانِ حشر ته حاضر کړې شی اؤ دَ ټول مخلوق پهٔ مخ کښې به ذبح کړې شی اؤ اعلان به وشی چې دَ دې نه پس مرګ نشته ۔ جنتیان به پهٔ جنت کښې همېشه وی اؤ دوزخیان به پهٔ دوزخ کښې همېشه وی ۔ پهٔ دغه وخت به کافرو ته ډېر ارمان ورشی اؤ دَ خفګان نه به پهٔ خپلو لاسونو چکونه لګوی ۔ لېکن اوس افسوس بې فائدې دے دَ عمل وخت تېر دے ۔
ف۴۶: یعنی اوس خو دوی یقین نهٔ کوی چې داسې ورځ به راځی ۔ دَ غفلت پهٔ نشه کښې مست دی ۔ پهٔ دغه ورځ چې سترګې ېٔ وغړیږی ۔ نشه ېٔ کوزه شی ۔ تېر وخت پسې به ډېر ارمان کوی خو بې فائدې ۔
اِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْاَرْضَ وَ مَنْ عَلَیْهَا وَ اِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ۠۝۴۰
مونږ به وارثان یو دَ زمکې اؤ څهٔ چې پهٔ دې زمکه دی اؤ هم زمونږ طرف ته به را واپس کیږی ۔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی دَ هېچا ظاهری حکومت یا پهٔ څهٔ څیز قبضه به پاتې نهٔ شی ۔ هر شے به دَ خپل حقیقی مالک لاس ته ورشی اؤ یواځې دَ هغهٔ بادشاهی اؤ قبضه به پاتې شی ۔ پهٔ کوم څیز کښې چې کوم تصرّف دَ هغهٔ حکمت تقاضا کوی هغه شان به کوی هېڅوک به څهٔ غږ نهٔ شی کؤلے ۔ دَ دنیا کوم سامان چې تاسو پهٔ غفلت کښې غورزؤلی ییٔ ۔ دا ټول به یواځې هغهٔ ته پاتې شی ۔ دَ ملکیت اؤ حکومت لوئے لوئے دعوې کؤنکی به ټول فنا شی ۔ یو حقیقی بادشاه اؤ حقیقی مالک به باقی وی ۔
وَ اذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِبْرٰهِیْمَ١ؕ۬ اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا۝۴۱
اؤ بیان کړه پهٔ کتاب کښې دَ ابراهیم ۔ ف۴۸ بېشکه وهٔ هغه رښتونے نبی ۔ ف۴۹
ف۴۸: پهٔ تېره رکوع کښې دَ بی بی مریم اؤ عیسٰیؑ قصه بیان شوه اؤ دَ عیسایانو دَ غلطو عقیدو تردید وشو چې دَ بنیادم نه ېٔ خدائې جوړ کړے وهٔ ۔ پهٔ دې رکوع کښې دَ مکّې مشرکانو ته (چې ځان ېٔ دَ ابراهیمؑ پهٔ دین ګڼلو) دَ غیرت ور وستو دپاره دَ ابراهیمؑ قصه بیانیږی چې پهٔ څهٔ طریقه ېٔ پلار دَ شرک نه منع کؤلو اؤ څنګه ېٔ دَ کفر اؤ شرک دَ مقابلې دپاره مور پلار اؤ وطن پرېښؤل اؤ هجرت ېٔ وکړو ۔ دَ مکّې معظّمې مشرکانو به دعویٰ کؤله چې مونږ دَ ابراهیمؑ پهٔ دین یو اؤ دَ هغهٔ اولاد یو ۔ نو ورته وښیٔلې شوه چې ابراهیمؑ دَ شرک اؤ بُت پرستیٔ ورکؤلو دپاره څومره تکلیفونه تېر کړی دی اؤ تاسو څهٔ کویٔ ۔ کهٔ تاسو دَ خپل پلار نیکهٔ پهٔ لاره تلهٔ غواړیٔ نو دَ دغې نیکهٔ ابراهیمؑ پهٔ لار روان شیٔ ۔ دَ شرک اؤ بُت پرستیٔ نه توبه وباسیٔ اؤ خالص توحید ومنیٔ ۔ دَ مشرک پلار نیکهٔ نه وېزار شیٔ ، څنګه چې ابراهیمؑ دَ خپل مشرک پلار نه وېزار شوے وهٔ ۔
ف۴۹: دَ صدیق معنٰی ده (۱) ډېر زیات رښتونے چې خپله خبره پهٔ خپل عمل رښتیا ثابتوی یا (۲) هغه دَ پاک زړهٔ خاوند چې کومه حقه خبره واوری ، بېشکه بې شبهې ېٔ منلو ته تیار وی ۔ ابراهیمؑ پهٔ دواړه معنٰی صدیق وهٔ اؤ چونکې دَ صدیق کېدو سره دا ضروری نهٔ ده چې نبی دې هم وی ځکه پهٔ صِدِّیْقًا پسې نَبِیًّا راؤړې شو ۔
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَ لَا یُبْصِرُ وَ لَا یُغْنِیْ عَنْكَ شَیْـًٔا۝۴۲
کله چې ېٔ ووې خپل پلار ته اے پلاره تهٔ ولې عبادت کوے دَ داسې څیز چې نهٔ اوری اؤ نهٔ وینی اؤ نهٔ ستا څهٔ پکار راتلې شی ۔ ف۵۰
ف۵۰: یعنی کوم شې چې لیدے کتے شی اؤ پهٔ سخته کښې پکار راتلې شی خو چې واجب الوجود نهٔ وی نو هغه دَ عبادت قابل نهٔ دے ۔ بیا دَ داسې څیز عبادت کؤل چې ساه قدرې هم پکښې نشته اؤ هېڅ دَ ښې نهٔ دے هېڅ ضرورت نهٔ شی پوره کؤلے خو دَ یو هوښیار بنده کار هرګز نهٔ دے ۔
یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ قَدْ جَآءَنِیْ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یَاْتِكَ فَاتَّبِعْنِیْۤ اَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیًّا۝۴۳
اے زما پلاره ما ته خبر راغلے دے دَ یو داسې څیز چې تا ته نهٔ دے راغلے نو زما تابعداری وکړه ، زهٔ به وښیٔم تا ته لار نېغه ۔ ف۵۱
ف۵۱: یعنی الله پاک ما ته دَ توحید اؤ آخرت متعلق علم راکړے دے اؤ دَ دین پهٔ حقیقت ېٔ خبر کړے یم ۔ دَ تا سره دا علم نشته نو کهٔ تهٔ زما خبره ومنې اؤ زما تابعداری وکړې نو زهٔ به دې پهٔ داسې نېغه لار روان کړم چې خپل خالق درنه راضی شی اؤ آخری انجام دې ښهٔ شی ۔
یٰۤاَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ١ؕ اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ عَصِیًّا۝۴۴
اے زما پلار عبادت مهٔ کوه دَ شیطان ، بېشکه شیطان دے دَ رحمان نافرمانه ۔ ف۵۲
ف۵۲: دَ بتانو عبادت دَ شیطان پهٔ لمسه کیږی اؤ شیطان پرې ډېر خوشحالیږی ۔ ځکه دَ بتانو عبادت ته دَ شیطان عبادت ووئیلی شو ۔ اؤ دَ شیطان عبادت دَ رحمٰن سخته نافرمانی ده ۔ شاید چې ”عَصِیًّا“ لفظ کښې دَ شیطان وړومبنیٔ نافرمانیٔ ته اشاره ده چې شیطان آدمؑ ته دَ سجدې نه انکار کړے وهٔ نو دَ آدمؑ دَ اولاد دپاره دا ډېره دَ شرم خبره ده چې دغه شیطان ته سجده ولګوی کوم چې دَ هغهٔ ازلی دشمن دے ۔ اؤ دَ خپل خالق نافرمانی وکړی ۔
یٰۤاَبَتِ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یَّمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ فَتَكُوْنَ لِلشَّیْطٰنِ وَلِیًّا۝۴۵
اے پلاره زهٔ ویرېږم چې پهٔ تا به ولګی دَ رحمان دَ طرف نه څهٔ عذاب ۔ بیا تهٔ به شې دَ شیطان ملګرے ۔ ف۵۳
ف۵۳: یعنی دَ الله رحم وکرم خو دا غواړی چې پهٔ ټولو بندګانو مهربانه وی خو ستا دَ بدعملیو پهٔ وجه دا خطره ده چې الله تعالیٰ درته پهٔ قهر شی اؤ څهٔ آفت درباندې راولی یا دې پهٔ سخت مصیبت کښې راګېر کړی اؤ همېشه دپاره دَ شیطان ملګرے شې ۔ یعنی دَ بد عمل عادت دې داسې پوخ شی چې تر آخره دَ توبې توفیق بیا نهٔ مومې کافر مړ شې اؤ دَ شیطان سره پهٔ دائمی عذاب (دوزخ) کښې ملګرے شې ۔ اکثرو مفسرانو دغه معنٰی لیکلے ده خو حضرت شاه صاحب لیکلی دی یعنی دَ بد عمل پهٔ وجه درباندې څهٔ آفت راشی نو تهٔ به بیا دَ شیطان اؤ دَ بتانو نه امداد غواړې ۔ اکثر خلق دغسې دَ سختې پهٔ وخت کښې دَ شرک کارونه کوی ۔ والله اعلم ۔
قَالَ اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِهَتِیْ یٰۤاِبْرٰهِیْمُ١ۚ لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ وَ اهْجُرْنِیْ مَلِیًّا۝۴۶
پلار ېٔ ووې آیا تهٔ واپس شوې زما دَ خدایانو نه اے ابراهیم ۔ کهٔ تهٔ نهٔ منع کېږې نو زهٔ به دې سنګسار کړم اؤ لرې شه زما دَ مخې څهٔ موده ۔ ف۵۴
ف۵۴: پلار چې دَ ابراهیمؑ تقریر واؤرېدو نو غصه شو ورته ۔ وېٔ وئیل معلومیږی دا چې ستا عقیده خرابه شوے ده ۔ بس دے نور وعظ نصیحت دې پرېږده ۔ خیر دې پهٔ دې کښې دے چې زما دَ معبودانو نه قلار شې ګنی پهٔ کاڼیو به دې وولم اؤ وهل به رانه وخورې ۔ نو ځه دَ مخې نه مې لرې شه ۔ دا کور دَ همېشه دپاره پرېږده ۔ ځان راباندې مهٔ خرابوه ۔
قَالَ سَلٰمٌ عَلَیْكَ١ۚ سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ بِیْ حَفِیًّا۝۴۷
ابراهیمؑ ووې زما درته سلام دے ف۵۵ زهٔ به ستا دپاره بخښنه وغواړم دَ خپل رب نه ، بېشکه هغه پهٔ ما مهربانه دے ، ف۵۶
ف۵۵: دا دَ رخصتېدو یا تعلق پرېښودو سلام دے ۔ لکه څنګه چې عام عادت دے خلق وائی ۔ کهٔ دا کار دغه شان وی نو بس زما خو درته سلام دے ۔ یعنی زهٔ درنه وېزار یم ۔ لکه بل ځائې کښې چې ارشاد دے ۔ ”وَ اِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ اَعْرَضُوْا عَنْهُ وَ قَالُوْا لَنَا اَعْمَالُنَا وَ لَکُمْ اَعْمَالُکُمْ سَلَامٌ عَلَیْکُمْ لَا نَبْتَغِی الْجَاهِلِیْنَ ۝“ (سورتِ قصص ، رکوع۶)
حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ دې نه معلومه شوه کهٔ دَ چا مور پلار دَ دین پهٔ خبرو خفه کیږی اؤ دَ کوره ېٔ شړی نو کهٔ اولاد مور پلار نه پهٔ خوږه خبره رخصت شی اؤ کور پرېږدی نو دا دَ مور پلار نافرمانی نهٔ ده ۔
ف۵۶: زهٔ طمع لرم چې الله پاک به پهٔ خپل رحم زما دَ پلار ګناهونه معاف کړی ۔ حضرت ابراهیمؑ اول اول دَ استغفار وعده کړے وه اؤ استغفار به ېٔ کؤلو خو چې کله پوهه شو چې دَ الله تعالیٰ رضا نهٔ ده نو بیا ېٔ بس کړو ۔ دا بحث پهٔ سورتِ توبه”مَا کَانَ لِلنَّبِیِّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا اَنْ یَّسْتَغْفِرُوْا لِلْمُشْرِکِیْنَ“ الخ کښې تېر شوے دے ۔
وَ اَعْتَزِلُكُمْ وَ مَا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ اَدْعُوْا رَبِّیْ١ۖ٘ عَسٰۤی اَلَّاۤ اَكُوْنَ بِدُعَآءِ رَبِّیْ شَقِیًّا۝۴۸
اؤ زهٔ پرېږدم تاسو اؤ دَ چا چې تاسو عبادت کویٔ دَ الله نه سوا ۔ زهٔ عبادت کؤم، یواځې دَ خپل رب ۔ امید دے چې زهٔ به دَ خپل رب پهٔ عبادت کؤلو کښې محروم نهٔ پاتې کېږم ف۵۷
ف۵۷: یعنی چې زما نصیحت پهٔ تاسو اثر نهٔ کوی بلکې پهٔ ما دپکې کویٔ نو زهٔ هم دا دے لاړم ۔ دَ ستاسو پهٔ دې کلی کښې نهٔ وسم ، تاسو اؤ ستاسو دَ دروغو خدایان پرېږدم ۔ دَ دې وطن نه هجرت کؤم چې پهٔ اطمینان سره دَ خپل رب عبادت ته وزګار شم ۔ اؤ زهٔ دَ خپل رب دَ فضل نه طمعدار یم چې پهٔ مسافریٔ اؤ بې کسیٔ کښې به هم چې کله ورته زهٔ آواز وکړم زما امداد به کوی ۔ زما رب دَ ستاسو دَ کاڼی دَ بتانو پهٔ شان نهٔ دے چې کهٔ هر څومره چغې ورته وهې رپ نهٔ شی وهلې ۔ هغه به پهٔ هره سخته کښې زما امداد کوی ۔
فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَ مَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ۙ وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ١ؕ وَ كُلًّا جَعَلْنَا نَبِیًّا۝۴۹
بیا کله چې هغه جدا شو دَ دوی نه اؤ دَ چا چې دوی عبادت کؤلو دَ الله نه غیر ۔ وبخښلو مونږ هغهٔ ته اسحاق اؤ یعقوب ۔ اؤ دواړه مو نبیان کړل ۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی دَ الله دَ رضا دپاره ېٔ هجرت وکړو ۔ خپل خپلوان ېٔ پرېښؤل نو الله تعالیٰ ورته دَ هغې نه بهتر خپل ورکړل چې دَ مسافریٔ پرېشانی ېٔ ختم شی اؤ پهٔ آرام و سکون ژوند تېر کړی ۔ دلته دَ حضرت اسماعیلؑ ذکر ځکه ونهٔ شو چې هغهٔ ترېنه پهٔ وړوکوالی کښې جدا شوے وهٔ ۔ اسحاقؑ اؤ دَ هغهٔ ځوئے یعقوبؑ ورسره وو ۔ دا دواړه هم نبیان وو ۔ اؤ بیا دَ یعقوبؑ پهٔ اولاد کښې چې بنی اسرائیل ورته وئیلی شی بې شمېره نبیان پیدا شوی دی ۔ دَ اسماعیلؑ ذکر وروستو مستقل راځی ۔
وَ وَهَبْنَا لَهُمْ مِّنْ رَّحْمَتِنَا وَ جَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیًّا۠۝۵۰
اؤ ورکړو مونږ دوی ټولو ته دَ خپل رحمت نه ، اؤ ومو کړه دوی دپاره رښتونے خبره پورته ۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی پهٔ هغوی ېٔ خپل خاص فضل وکړو ۔ همېشه دپاره ېٔ پهٔ دنیا کښې نیک نوم پاتې شو ۔ ټولو مذهبونو کښې دَ ابراهیمؑ نوم پهٔ عزت اؤ قدر اخستے شی اؤ بیا خاص امّتِ محمّدیﷺ خو ترقیامته پهٔ خپلو نمونځونو کښې دَ خپل نبیﷺ سره سم پهٔ ابراهیمؑ صلٰوة و سلام وائی ۔ اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّیْتَ عَلٰی اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلٰی اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَجِیْدٌ ۔ پهٔ اصل کښې دا دَ ابراهیمؑ دَ هغې مقبولې دعا اثر دے چې هغهٔ وئیلی وو ۔ وَاجْعَلْ لِّیْ لِسَانَ صِدْقٍ فِی الْاٰخَرِیْنَ۝
وَ اذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مُوْسٰۤی١٘ اِنَّهٗ كَانَ مُخْلَصًا وَّ كَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا۝۵۱
اؤ ذکر وکړه پهٔ خپل کتاب کښې دَ موسٰیؑ ۔ ف۶۰ بېشکه وهٔ هغه غوره کړې شوے اؤ وهٔ هغه رسول نبی ۔ ف۶۱
ف۶۰: یعنی پهٔ قرآن کریم کښې چې دَ موسٰیؑ کوم حال بیانیږی هغه خلقو ته صفا صفا واوروه ۔ ځکه چې موسٰیؑ دَ اسحاقؑ اؤ یعقوبؑ پهٔ نسل کښې دَ اسرائیلی نبیانو یو لوئے نبی اؤ دَ لوئی شریعت خاوند رسول وهٔ ۔ څنګه چې دَ یحیٰیؑ اؤ عیسٰیؑ پهٔ حالاتو بیانؤلو کښې مقصد دَ عیسایانو دَ غلطو عقیدو تردید وهٔ اؤ دَ ابراهیمؑ پهٔ بیان کښې دَ مشرکانو دَ اصلاح غرض وه ۔ دغه شان دَ موسٰیؑ دَ بیان نه مقصد یهودو ته دا واضح کؤل دی چې اسلام څنګه به ړوڼ تندی دَ هغوی دَ عظیم رسول کمالونه بیانوی ۔ یهودو ته پکار دی چې دَ خپل عظیم نبی پهٔ پېشنګویو عمل وکړی اؤ دَ بنی اسماعیلو دَ نبی آخرالزمان دَ رسالت اقرار وکړی ۔ شاید چې هم دَ دې تنبیه دپاره دَ موسٰیؑ دَ تذکرې نه پس سمدستی دَ اسماعیلؑ تذکره شوے ده ۔
ف۶۱: پهٔ نیک بنده باندې چې دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه وحې راځی هغه نبیؑ دے ۔ پهٔ نبیانو کښې چې کوم نبی دَ خاصې وچتې مرتبې خاوند وی اؤ دَ کافرو دَ مقابلې دپاره راستؤلے شوے وی اؤ دَ هغو دَ هدایت دپاره ورته نوے کتاب اؤ نوے شریعت ورکړې شوے وی هغهٔ ته رسول نبی یا نبی رسول وئیلے شی ۔ پهٔ زوړ شریعت کښې جزوی تبدیلی لکه یو عام حکم کښې څهٔ تخصیص کؤل ۔ یا یو مطلق سره څهٔ قید لګؤل دَ رسول خصوصیت نهٔ دے ۔ هر نبی ېٔ کؤلے شی ۔ باقی یو غیر نبی ته چې دَ قرآن کریم پهٔ ځنو ځایونو کښې رسول یا مرسل وئیلے شوے دے هغه پهٔ دې اصطلاحی معنٰی نهٔ دے ۔ پهٔ بله معنٰی دے ۔ (دَ موقعې سره مناسب)
وَ نَادَیْنٰهُ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ الْاَیْمَنِ وَ قَرَّبْنٰهُ نَجِیًّا۝۵۲
اؤ آواز وکړو مونږ هغهٔ ته دَ طور غرهٔ دَ ښی اړخ نه اؤ نژدے مو را وبلهٔ دَ راز دَ خبرو دپاره ۔ ف۶۲
ف۶۲: یعنی موسٰیؑ چې دَ اور پهٔ رڼا پسې دَ کوهِ طور هغه مبارک ځائې ته ورسېدو چې دَ هغهٔ نه ښی لاس ته قبلې طرف ته وهٔ (یعنی دَ هغهٔ مخ سهیل (جنوب) ته وهٔ) نو دَ قبلې دَ طرف نه ورته الله تعالیٰ آواز ورکړو اؤ دَ خبرو کؤلو شرف ېٔ حاصل کړو ۔ پوره تفصیل به ېٔ پهٔ سورتِ طٰهٰ کښې راشی ۔ وائی چې موسٰیؑ پهٔ دغه وخت دَ هر طرف نه دَ الله کلام اورېدو ۔ کوم چې ورسره براهِ راست بغیر دَ فرښتې دَ واسطې نه خطاب وهٔ اؤ روحانی طور سره الله ته دومره نژدے شوے وهٔ چې دَ غیبی قلمونو کشا ېٔ اورېده چې تورٰیت پرې (فرښتو) لیکلو ۔ وحې ته دَ راز پټه خبره ځکه ووئیلے شوه چې پهٔ دغه وخت دَ موسٰیؑ سره بل بنیادم اورېدونکے نهٔ وهٔ ۔ اګرچې بیا وروستو پرې نور خلق هم خبر کړې شو ۔
وَ وَهَبْنَا لَهٗ مِنْ رَّحْمَتِنَاۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ نَبِیًّا۝۵۳
اؤ ورکړو مونږ هغهٔ ته پهٔ خپله مهربانیٔ دَ هغهٔ ورور هارون نبی ۔ ف۶۳
ف۶۳: یعنی هارونؑ اؤ موسٰیؑ سره دَ تبلیغ پهٔ کار کښې ملګرے اؤ مددګار شو ۔ څنګه چې هغهٔ خپله خواست کړے وهٔ ۔ ”وَ اَخِیْ هَارُوْنُ هُوَ اَفْصَحُ مِنِّیْ لِسَانًا فَاَرْسِلْهُ مَعِیَ رِدْأً یُّصَدِّقُنِیْ“ (سوره القصص ، رکوع۴) اؤ ”وَاجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَھْلِیْ ھَارُوْنَ اَخِی اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِیْ وَ اَشْرِکْهُ فِیْۤ اَمْرِیْ۔ الخ“ (سوره طٰهٰ ، رکوع ۲)
(اؤ زما ورور هارونؑ زما نه زیات فصیح دے پهٔ خبرو کښې نو هغه زما سره ملګرے کړه چې زما تصدیق کوی)
(اؤ زما دَ ټبر نه زما ورور هارونؑ زما ملګرے کړه چې زما پرې ملا مضبوطه شی اؤ زما سره ېٔ پهٔ دې کار کښې شریک کړه) نو دَ هغهٔ دا خواست الله پاک پهٔ خپل فضل قبول کړو اؤ هارونؑ ېٔ ورسره دَ تبلیغ پهٔ کار کښې ملګرے کړو اؤ هغه ېٔ هم نبی کړو ۔ هسې پهٔ عمر کښې هارونؑ دَ موسٰیؑ نه مشر وهٔ ۔ وائی چې دنیا کښې یو ورور هم دَ بل ورور دپاره دومره غټ سفارش نهٔ دے کړے لکه موسٰیؑ چې دَ خپل ورور هارونؑ دپاره کړے وهٔ ۔
وَ اذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ١٘ اِنَّهٗ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَ كَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّاۚ۝۵۴
اؤ ذکر وکړه پهٔ خپل کتاب کښې دَ اسماعیل ۔ بېشکه وهٔ هغه دَ وعدې رښتونے اؤ وهٔ هغه رسول نبی ۔ ف۶۴
ف۶۴: دَ دې جملې نه ثابتیږی چې اسماعیلؑ دَ اسحاقؑ نه پهٔ مرتبه کښې زیات وهٔ ځکه چې هغهٔ ته صرف نبی وئیلے شوے دے اؤ دهٔ ته رسول نبی وئیلے شوے دے ۔ اؤ پهٔ صحیح مسلم شریف کښې یو حدیث دے ۔
اِنَّ اللہَ اصْطَفٰی مِنْ وُلْدِ اِبْرَاھِیْمَ اِسْمَاعِیْلَ ۔
(الله پاک دَ ابراهیمؑ پهٔ اولاد کښې اسماعیلؑ غوره کړے وهٔ) اسماعیلؑ دَ حجاز دَ عربو مشر نیکهٔ اؤ زمونږ دَ نبیﷺ هم نیکهٔ وهٔ ۔ هغه دَ عربو دَ یو مشرکې قبیلې بنی جرهم دپاره رسول وهٔ ۔ پهٔ دې قبیله کښې دَ شریعت ابراهیمی دَ جاری کؤلو دپاره مبعوث شوے وهٔ ۔ هغه دَ وعدې ډېر رښتونے وهٔ ۔ دَ الله سره یا دَ بندګانو سره چې ېٔ کله وعده کړے ده پوره کړے ېٔ ده ۔ وائی چې دَ یو سړی سره ېٔ وعده کړے وه چې دَ ستا تر راتلو به دلته ناست یم ۔ هغه سړے یو کال رانهٔ غلو ۔ اسماعیلؑ دَ هغهٔ تر راتلو یو کال هلته ناست وهٔ ۔ زمونږ دَ نبیﷺ سره هم دغه شان واقعه شوے وه ۔ دَ یو سړی عبدالله بن ابی الحسماء دَ حضور اکرمﷺ سره څهٔ کار وهٔ ۔ ورته ېٔ ووې ته دلته کښېنه زهٔ اوس راځم ۔ حضور اکرمﷺ درے ورځې پهٔ هغه ځائې دَ هغهٔ پهٔ انتظار تېرې کړې ۔ چې راغلو نو صرف دومره قدر ېٔ ورته ووې ۔ تا ما ته ډېر تکلیف راکړو ۔ درے ورځو راسې دلته ستا پهٔ انتظار ناست یم ۔ دَ اسماعیلؑ دَ وعدې انتهائی صداقت پهٔ هغه ورځ څرګند شو چې ابراهیمؑ ورته خپل خوب بیان کړو نو ورته ېٔ ووې ۔ ”یٰاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْشَآءَ اللہُ مِنَ الصَّابِرِیْنَ۝ “(سورتِ صافات ، رکوع۳)
(اے اباجان تا ته چې څهٔ حکم کیږی هغه پوره کړه انشاء الله تهٔ به ما صابر بیا مومې (یعنی زهٔ پهٔ خوشحالیٔ ذبح کېدو ته تیار یم) اؤ هم دغه شان ېٔ وکړه ۔
وَ كَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَ الزَّكٰوةِ١۪ وَ كَانَ عِنْدَ رَبِّهٖ مَرْضِیًّا۝۵۵
اؤ هغهٔ به حکم کؤلو خپلې کورنۍ ته دَ نمانځهٔ اؤ زکوٰة ف۶۵ اؤ وهٔ هغه دَ خپل رب سره غوره کړې شوے ۔ ف۶۶
ف۶۵: دَ خپل خاندان خلق دَ نصیحت اؤ هدایت زیات حقدار دی دَ نژدیکت پهٔ وجه خبره دَ کوره مخکښې روانیږی ۔ اول دَ ځان اؤ دَ کور اصلاح ده ورپسې دَ نورو نمبر راځی درجه پهٔ درجه ۔ بل ځائې فرمان دے ۔ ”وَاْمُرْ اَهْلَكَ بِالصَّلٰةِ وَاصْطَبِرْ عَلَیْهَا“ (سورتِ طٰهٰ ، رکوع ۸) اؤ ”یٰۤاَیُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَکُمْ وَ اَھْلِیْکُمْ نَارًا“ (سورتِ تحریم ، رکوع۱) (اے ایماندارو خپل ځانونه اؤ خپل خاندان دَ اور نه بچ کړیٔ) خپله نبی کریمﷺ ته هم دَ نبوت پهٔ وړومبیو ورځو کښې دا حکم شوے وهٔ ۔
وَ اَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ۝ (سورتِ شعراء ، رکوع۱۱) (اؤ خپل نژدے خپلوان دَ الله دَ عذاب نه وویروه)
ځنو مفسرانو لیکلی دی چې دلته دَ اهل نه مراد قوم دے لکه چې دَ عبدالله بن مسعودؓ پهٔ مصحف کښې دلته دَ اَھْلَهٗ پهٔ ځائې قَوْمُهٗ دے ۔ والله اعلم
ف۶۶: یعنی بل ته هم هدایت کؤنکے وهٔ ۔ اؤ خپل اعمال اؤ قوال ېٔ هم غوره اؤ پسندیده وو ۔
وَ اذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِدْرِیْسَ١٘ اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّاۗۙ۝۵۶
اؤ ذکر وکړه پهٔ کتاب خپل کښې دَ ادریس ، بېشکه وهٔ هغه رښتونے نبی اؤ پورته ف۶۷
ف۶۷: راجح قول دا دے چې ادریسؑ دَ آدمؑ اؤ نوحؑ ترمینځه وخت کښې تېر شوے دے ۔ وائی چې پهٔ دنیا کښې دَ نجوم اؤ دَ حساب علم اؤ پهٔ قلم خط لیکل ، جامې ګنډل ، دَ ناپ اؤ تول کاڼی مقرر کؤل ۔ وسله جوړؤل دَ هغهٔ نه روان شوی دی ۔ دَ معراج پهٔ شپه ېٔ پهٔ څلورم آسمان کښې دَ حضور اکرمﷺ سره ملاقات شوے وهٔ ۔
وَّ رَفَعْنٰهُ مَكَانًا عَلِیًّا۝۵۷
مونږ کړو هغه یو وچت مکان ته ۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی دَ معرفت ډېرې وچتې مرتبې ته رسېدلے وهٔ ۔ ځنی مفسران وائی هغه هم دَ عیسٰیؑ غوندې پهٔ ژوند آسمان ته ختلے دے اؤ تر اوسه هلته ژوندے دے ۔ ځنی وائی پهٔ آسمان کښې ېٔ بیا روح قبض شوے وفات شوے دے ۔ دَ ادریسؑ پهٔ باره کښې اکثرو مفسرینو ډېر اسرائیلی روایات نقل کړی دی ۔ ابنِ کثیرؒ پهٔ ټولو تنقید کړے دے ۔ والله اعلم ۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ مِنْ ذُرِّیَّةِ اٰدَمَ١ۗ وَ مِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ١٘ وَّ مِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرٰهِیْمَ وَ اِسْرَآءِیْلَ١٘ وَ مِمَّنْ هَدَیْنَا وَ اجْتَبَیْنَا١ؕ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُ الرَّحْمٰنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّ بُكِیًّا۩۝۵۸
دا هغه کسان دی چې احسان کړے دے الله پهٔ دوی باندې پېغمبرانو کښې دَ آدم پهٔ اولاد کښې ۔ اؤ دَ هغه کسانو پهٔ اولاد کښې چې سوارهٔ وو دَ نوح سره اؤ دَ ابراهیم پهٔ اولاد کښې اؤ دَ اسرائیل ف۶۹ اؤ پهٔ هغه کسانو کښې چا ته چې مونږ هدایت کړے دے اؤ خوښ کړی مو دی ۔ ف۷۰ کله چې تهٔ اوروې دوی ته دَ رحمان آیتونه پهٔ سجده پرېوځی پهٔ ژړا ۔ ف۷۱
ف۶۹: یعنی دَ کومو نبیانو تذکره چې پهٔ دې سورت کښې وشوه ۔ دغه شان خلقو باندې الله پاک بې انتها فضل کړے دے ۔ دا ټول دَ آدمؑ اولاد دے اؤ دَ ادریسؑ نه علاوه ټول دَ هغه کسانو اولاد هم دے کوم چې دَ نوحؑ سره پهٔ کشتۍ کښې دَ طوفان نه بچ شوی دی اؤ ځنی پکښې دَ ابراهیمؑ اولاد دے لکه اسحاقؑ اؤ یعقوبؑ اؤ اسماعیلؑ اؤ ځنی بیا دَ یعقوبؑ اولاد دے لکه یحیٰیؑ ، زکریاؑ ، موسٰیؑ ، هارونؑ دَ کومو تذکره چې پهٔ دې سورت کښې مخکښې وشوه ۔
ف۷۰: یعنی دغه کسانو باندې الله پاک فضل وکړو ۔ دَ حق اؤ هدایت لار ېٔ ورته وښیٔله اؤ دَ نبوت اؤ رسالت غوندې وچتې مرتبې دپاره ېٔ خوښ کړو ۔
ف۷۱: یعنی سره دَ دومره وچتې مرتبې اؤ دَ ډېرو کمالونو دَ بندګیٔ اؤ عبادت پهٔ شان کښې هم کامل دی ۔ کله چې دَ الله کلام واؤری ، دَ هغې مضامین پرې اثر وکړی نو ډېر پهٔ عاجزیٔ الله ته پهٔ سجده پرېوځی اؤ پهٔ ژړا شی ۔ ځکه عالمان پهٔ دې متفق دی چې پهٔ دې آیت سجده کؤل پکار دی چې دَ هغې مقربینو دَ طرزِ عمل یاد تازه شی اؤ دَ هغو سره دَ مشابهت برکت حاصل شی ۔ پهٔ روایاتو کښې راځی چې حضرت عمرؓ سورتِ مریم ولوستو (نو پهٔ دې آیت ېٔ) سجده وکړه ۔ اؤ وېٔ وې دا خو سجده شوه نو ژړا اوس چرته ده ۔ (یعنی پوره مشابهت خو به هله شوے وهٔ چې ورسره ژړا هم وې) ځنو عالمانو دلته دَ آیات الرحمٰن نه خاص دَ سجدې آیتونه مراد کړی دی ۔ لېکن ظاهر دغه دے کوم چې مونږ مخکښې بیان کړو (یعنی ټول کلام الله ترې مراد دے) حدیث شریف دے چې دَ قرآن تلاوت کویٔ اؤ ژاړیٔ اؤ کهٔ ژړا نهٔ درځی نو هسې شکل دَ ژړا پهٔ شان جوړویٔ ۔
فَخَلَفَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَ اتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّاۙ۝۵۹
بیا دوی پهٔ ځائې کښېناستل نالائقه پسماندګان ، برباد ېٔ کړل نمونځونه اؤ پهٔ مزو پسې شو نو مخکښې به ووینی ګمراهی ۔ ف۷۲
ف۷۲: دا خو دَ مخکښینیو حال وهٔ ۔ اوس دَ وروستنیو حال دا دے چې دَ دنیا پهٔ عیش عشرت اؤ دَ نفس پهٔ خواهشونو کښې ډوب شو ۔ دَ الله دَ عبادت نه غافل شو اؤ نمونځ چې ټولو عبادتونو کښې افضل وهٔ هغه ېٔ پرېښو ۔ ځنې خو ېٔ هډو دَ فرض کېدو نه منکر شو ۔ اؤ ځنې ېٔ فرض منی خو کؤلو کښې ېٔ سستی کوی اؤ ځنې ېٔ کهٔ کوی هم خو دَ جمعې اؤ دَ نورو شرطونو پوره خیال ېٔ نهٔ ساتی ۔ پهٔ دې کښې هر یو خپله خپله درجه کښې ګمراه دے اؤ ډېر ژر به ورته پته ولګی چې دې ګمراهیٔ ورته څومره نقصان ورسؤلو اؤ څومره سخته سزا کښې ګېر شو ۔ تر دې چې ځنی به پکښې دَ دوزخ هغه ډېرې خرابې کندې ته غوزؤلے شی دَ کومې نوم چې ”غَیٌّ“ دے ۔
اِلَّا مَنْ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَ لَا یُظْلَمُوْنَ شَیْـًٔاۙ۝۶۰
بې دَ هغه کسانو نه چې توبه ېٔ ووېسته اؤ نیک کارونه ېٔ وکړهٔ ۔ نو دغه خلق به ننوځی جنت ته ۔ اؤ دَ دوی به هېڅ حق نهٔ ضائع کیږی ۔ ف۷۳
ف۷۳: یعنی دَ توبې دروازه پهٔ داسې مجرمانو هم بنده نهٔ ده ۔ چا چې پهٔ اخلاص توبه ووېسته ایمان ېٔ راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ۔ هغهٔ ته به زاړهٔ ګناهونه معاف شی اؤ دَ جنت دروازې به ورته پرانستې شی ۔ دَ زړو ګناهونو پهٔ وجه به ېٔ دَ ایمان نه پس دَ نیک عمل پهٔ ثواب کښې هېڅ کمے نهٔ راځی ۔ اؤ هېڅ حق به ېٔ نهٔ بربادیږی ۔ حدیث شریف دے ۔ ”اَلتَّائِبُ مِنَ الذَّنْۢبِ کَمَنْ لَّا ذَنْۢبَ لَهٗ “ (دَ ګناه نه پهٔ اخلاص توبه ویستونکے داسې دے لکه چې هډو ګناه ېٔ کړے نهٔ وی) اَللّٰهُمَّ تُبْ عَلَیْنَا اِنَّكَ اَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۔
جَنّٰتِ عَدْنِ اِ۟لَّتِیْ وَعَدَ الرَّحْمٰنُ عِبَادَهٗ بِالْغَیْبِ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ وَعْدُهٗ مَاْتِیًّا۝۶۱
پهٔ باغونو کښې دَ وسېدو چې وعده ېٔ کړے ده رحمان دَ خپلو بندیانو سره پهٔ نالیدو ۔ بېشکه دَ هغهٔ وعده خامخا راتلونکے ده ۔ ف۷۴
ف۷۴: هر کله چې بندګانو دَ پېغمبرانو پهٔ وېنا پهٔ نالیدلی څیزونو ایمان راوړو اؤ دَ نهٔ لیدونکی الله عبادت ېٔ پهٔ اخلاص وکړو ۔ نو الله پاک هم ورسره دَ جنّت دَ نهٔ لیدلی نعمتونو وعده وکړه ۔ کومه چې به خامخا پوره کیږی ۔ دَ الله وعدې رښتونے دی اؤ یقینی پوره کېدونکے دی ۔
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا اِلَّا سَلٰمًا١ؕ وَ لَهُمْ رِزْقُهُمْ فِیْهَا بُكْرَةً وَّ عَشِیًّا۝۶۲
نهٔ به اوری دوی پهٔ دې کښې فضول خبرې بې دَ سلام نه ، ف۷۵ اؤ دوی دپاره رزق دے پهٔ دې کښې سحر اؤ نماښام ف۷۶
ف۷۵: یعنی پهٔ جنت کښې به فضول اؤ بې کاره خبرې څوک نهٔ کوی ۔ البته دَ فرښتو اؤ مؤمنانو دَ طرف نه به دَ السّلام و علیکم آوازونه اورېدے شی ۔
ف۷۶: دَ سحر اؤ نماښام نه دَ هغه دنیا سحر اؤ نماښام مراد دے ۔ هلته به دَ نمر ختل پرېوتل نهٔ وی چې ورځ شپه پرې وپېژندې شی بلکې هلته به قسم قسم انوار وی چې وخت به پرې پېژندې شی ۔ پهٔ خپل خپل مقرر وخت به ورته دَ جنّت روزی را رسی اؤ هېچا ته به دَ لوږې تندې څهٔ تکلیف چرې نهٔ وی ۔ هغه خوراکونه به څهٔ وی دَ دې حال یواځې الله ته معلوم دے ۔ حدیث شریف دے ۔ یُسَبِّحُوْنَ اللہَ بُکْرَةً وَّ عَشِیًّا (جنّتیان به سحر اؤ نماښام دَ الله پاک تسبیح وائی ۔ ګویا کهٔ دَ جسمانی خوراک سره به ورته روحانی خوراک هم ورکؤلے شی)۔
تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْ نُوْرِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِیًّا۝۶۳
دا هغه جنت دے چې میراث کښې ېٔ ورکوؤ مونږ هغه بندیانو ته چې پرهېزګار دی ۔ ف۷۷
ف۷۷: یعنی دَ آدمؑ پهٔ میراث کښې ځکه چې جنّت اول هغهٔ ته ورکړې شوے وهٔ ۔ نور اولاد ته ېٔ پهٔ میراث کښې پاتې شو ۔ دَ میراث لفظ دلته ځکه راؤړې شو چې دَ ملکیت پهٔ ټولو قسمونو کښې دَ میراث ملکیت ډېر مضبوط دے چې دې کښې دَ چا دَ قبضه کؤلو یا دَ واپس کؤلو څهٔ سوال نشته ۔ هر چا ته خپله حصه ضرور رسی ۔
وَ مَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّكَ١ۚ لَهٗ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَ مَا خَلْفَنَا وَ مَا بَیْنَ ذٰلِكَ١ۚ وَ مَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیًّاۚ۝۶۴
اؤ (ووې جبرئیل) مونږ نهٔ راکوزیږو مګر ستا دَ رب پهٔ حکم ، هم دَ هغهٔ دی څهٔ چې زمونږ نه وړاندې دی اؤ څهٔ چې وروستو دی اؤ څهٔ چې ېٔ ترمینځه دی اؤ نهٔ دے ستا رب هېرونکے ۔ ف۷۸
ف۷۸: یو ځل ډېرې ورځې جبرئیلؑ وحې نهٔ وه راؤړے نو دَ حضور اکرمﷺ زړهٔ خفه وهٔ ۔ کافرو به خبرې کؤلے چې (نعوذ بالله) دَ محمّدﷺ نه خپل رب خفه شوے دے ۔ اوس ورته خپل استازے نهٔ راستوی ۔ پهٔ دې به دَ حضور اکرمﷺ طبیعت لا خرابېدو ۔ آخر چې ډېرې ورځې پس جبرئیلؑ راغلو نو حضور اکرمﷺ ترېنه دَ ایسارتیا سبب وپوښتلو ۔ یو حدیث شریف کښې دی چې حضور اکرمﷺ وفرمائیل: مَا یَمْنَعُكَ اَنْ تَزوْرَنا اَکْثَرُ مِمَّا تَزُوْرُنَا ۔ (دا تهٔ چې پهٔ راتلو کښې څومره ایسارېږې دَ دې نه ژر ژر ولې نه راځې؟) الله تعالیٰ جبرئیلؑ ته دا ځواب وښیٔلو چې ورته ووایه وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّك الخ (مونږ فرښتې خو دَ الله پهٔ حکم راکوزیږو) دَ الله خبره جبریلؑ رسول کریمﷺ ته ورسؤله لکه څنګه چې ”اِیَّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُ“ کښې هم ښیٔلې شوے ده ۔ مطلب دا دے چې دَ حکم تابع یو ۔ پهٔ خپل اختیار هېڅ نهٔ شو کؤلے ۔ راکوزېدل اؤ ختل مو دَ الله پهٔ اختیار کښې دی هغه چې دَ خپل کامل علم اؤ حکمت اؤ مصلحت پهٔ بنا څنګه مناسب ګڼی هغه شان حکم راته کوی اؤ مونږ پرې عمل کوؤ اؤ هم هغهٔ ته دَ هرې زمانې ماضی ، حال ، مستقبل اؤ هر مکان دَ زمکې آسمانونو اؤ دَ دې ترمینځه څیزونو علم دے ۔ اؤ هغه دَ هر څیز مالک اؤ مختار دے ۔ یواځې هغه پوهیږی چې دَ فرښتې پېغمبر ته تلهٔ کوم وخت مناسب دی ۔ فرښتو ته دا اختیار نشته چې پهٔ خپله خوښه څهٔ وخت چرته لاړه شی اؤ نهٔ پېغمبر ته دا اختیار شته چې پهٔ خپله خوښه څهٔ فرښته ځان ته را وغواړی ۔ دَ الله تعالیٰ هر کار پهٔ خپله موقع صحیح اؤ دَ حکمت موافق دے ۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ څهٔ کار کښې غلطی ، غفلت یا هېر نشته ۔ یعنی دَ جبرئیلؑ ژر ژر یا ډېر وخت پس راتلل دَ حکمت اؤ مصلحت تابع دی ۔
تنبیه: وَ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا“ کښې دَ وړاندې وروستو نه زمکه اؤ آسمانونه مراد دی چې راکوزېدو کښې زمکه مخامخ وی اؤ آسمان شا ته ۔ دغسې پهٔ ختو کښې آسمان مخامخ وی اؤ زمکه شا ته اؤ کېدے شی چې راتلونکے اؤ تېره زمانه ترې مراد وی چې مستقبل مخامخ دے اؤ ماضی وروستو پاتې ده اؤ حال ېٔ تر دا مینځه دے ۔
تنبیه: مخکښې آیت کښې وئیلی شوی وو چې دَ جنّت وارثان پرهېزګار (دَ الله نه ویرېدونکی دی) پهٔ دې آیت کښې ارشاد دے چې دَ ویرې لائق هم هغه ذات دے دَ چا پهٔ قبضه کښې چې زمکه آسمانونه اؤ زمان و مکان دی اؤ دَ چا دَ حکم نه بغیر چې لوئے لوئے فرښتې هم رپ نهٔ شی وهلے ۔ بنیادم ته پکار دی کهٔ دَ جنّت میراث حاصلؤل غواړی نو دَ فرښتو پهٔ شان تابعدار دې شی اؤ پهٔ دې کښې دا اشاره هم ده چې کوم الله چې خپل تابعدار بندګان پهٔ دې دنیا نهٔ هېروی پهٔ هغه دنیا کښې به ېٔ هم نهٔ هېروی ۔ البته دَ هر کار دپاره یو وخت مقرر دے ۔ جنّت ته به هم هر سړے پهٔ خپل مقرر وخت ځی ۔ څنګه چې دلته فرښتې پېغمبرانو سره پهٔ خپل مقرر وخت راځی ۔ دغه شان به جنّتیانو ته روزی هم پهٔ خپل مقرر وخت رسی ۔
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَ اصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهٖ١ؕ هَلْ تَعْلَمُ لَهٗ سَمِیًّا۠۝۶۵
رب دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ څهٔ چې ېٔ ترمینځه دی نو خالص دَ هغهٔ عبادت کوه اؤ کلک ودرېږه دَ هغهٔ پهٔ عبادت ، ف۷۹ آیا تهٔ څوک پېژنې دَ هغهٔ همنام ، ف۸۰
ف۷۹: یعنی دَ چا دَ خبرو پرواه مهٔ کوه ۔ خپل زړهٔ خپل الله ته متوجه کړه چې دَ ټول جهان رب اؤ ډېر مهربانه بادشاه دے ۔
ف۸۰: دَ الله تعالیٰ نومونه دَ الله صفتونه دی ۔ نو څوک شته چې داسې اوصاف لری لکه دَ الله پهٔ شان؟ چې نشته نو بیا دَ عبادت لائق هم یواځې هغه دے ۔
وَ یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ ءَاِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ اُخْرَجُ حَیًّا۝۶۶
اؤ وائی بنیادم ولې کوم وخت چې زهٔ مړ شم ، نو بیا به را ووېستے شم ژوندے ، ف۸۱
ف۸۱: پهٔ تېره رکوع کښې دَ نیکانو اؤ بدانو انجام بیان شوے وهٔ چې دَ مرګ نه پس به ورسره څهٔ کیږی ۔ اوس چې څوک پهٔ دوباره ژوند کښې شک کوی دَ هغو دَ شکونو ځواب ورکؤلے شی ۔
اَوَ لَا یَذْكُرُ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ وَ لَمْ یَكُ شَیْـًٔا۝۶۷
ولې بنیادم ته یاد نهٔ دی چې مونږ دې پیدا کړے اول اؤ نهٔ وهٔ دې هېڅ څیز ۔ ف۸۲
ف۸۲: یعنی بنیادم پهٔ دوباره ژوندی کېدو کښې حیرانه ولې دے؟ دومره سوچ هم نهٔ کوی چې لږې ورځې مخکښې دې هېڅ شے نهٔ وهٔ ۔ الله تعالیٰ دَ نشت نه شتهٔ کړو نو کوم ذات چې شے دَ نشت نه شتهٔ کؤلے شی نو بیا هغهٔ ته یو فنا شوے شے دوباره ژوندې کؤل څهٔ ګران دی؟ بنیادم خپل وړومبی ځل پیدائش ته فکر نهٔ کوی ځکه ورته پهٔ دویٔم پیدائش باندې یقین کؤل ګران شو ۔ کهٔ سوچ ېٔ وکړو نو پوهه به شی ۔ وَھُوَ الَّذِیْ یَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَ ھُوَ اَھْوَنُ عَلَیْهِ ۔ (سوره الروم ، رکوع ۳)
فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَ الشَّیٰطِیْنَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِیًّاۚ۝۶۸
نو قسم دے ستا پهٔ رب چې مونږ به راغونډؤ دوی ټول اؤ شیطانان ، ف۸۳ بیا به ېٔ حاضروؤ دَ دوزخ نه چاپېره پهٔ ګوډو پراتهٔ ۔ ف۸۴
ف۸۳: یعنی دا کافران به دَ خپلو شیطانانو سره دَ الله دربار کښې حاضرؤلے شی ۔ دَ هر کافر سره به خپل شیطان چې لمسؤلے ېٔ وهٔ موجود وی (دوزخ ته ځی)۔
ف۸۴: یعنی دَ ډېره هیبته به ودرېدے نهٔ شی پرېوځی به ۔ اؤ دَ تکلیف پهٔ وجه به پهٔ آرام کښېناستې هم نهٔ شی ۔ پهٔ ګوډو به پراتهٔ وی پړمخې ۔
ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِیْعَةٍ اَیُّهُمْ اَشَدُّ عَلَی الرَّحْمٰنِ عِتِیًّاۚ۝۶۹
بیا به رابیل کړو دَ هرې فرقې نه هغه بندیان چې ډېره زیاته ېٔ لرله دَ رحمان سره دښمنی ۔
ثُمَّ لَنَحْنُ اَعْلَمُ بِالَّذِیْنَ هُمْ اَوْلٰی بِهَا صِلِیًّا۝۷۰
بیا مونږ ته ښهٔ معلوم دی چې څوک زیات قابل دی دې (دوزخ) ته دَ ننویستو ۔ ف۸۵
ف۸۵: یعنی دَ منکرانو پهٔ هره ډله کښې چې کوم زیات سر تېزه اؤ سخت نافرمانه وی هغه به دَ نورو مجرمانو نه ځان ته جدا ودرؤلے شی اؤ بیا څوک چې دَ کومې سزا اؤ دَ دوزخ دَ کومې درجې حقدار وی هغه کسان الله ته ښهٔ معلوم دی ۔ هغه به دَ نورو نه وړومبے دوزخ ته واچؤلے شی ۔
وَ اِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا١ۚ كَانَ عَلٰی رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِیًّاۚ۝۷۱
اؤ پهٔ تاسو کښې هېڅوک داسې نشته چې نهٔ به رسی دې ته ۔ دې دغه ستا دَ رب یقینی حکم فیصله شوے ۔
ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّ نَذَرُ الظّٰلِمِیْنَ فِیْهَا جِثِیًّا۝۷۲
بیا به مونږ بچ کړو هغه کسان چې پرهېزګار وو ، اؤ ظالمان به پکښې پرېږدو پړمخې پراتهٔ ۔ ف۸۶
ف۸۶: یعنی هر بنیادم ، نیک و بد ، مؤمن اؤ کافر ۔ الله تعالیٰ قطعی فیصله کړے ده چې ضرور به یو ځل پهٔ دوزخ تیریږی ۔ ځکه چې جنّت ته لار هم دَ دوزخ دپاسه دَ پل پهٔ شکل تېره شوے ده کومه چې پهٔ پلِ صراط مشهوره ده ۔ نیکان به ورباندې دَ خپلې مرتبې موافق پهٔ تېزیٔ سره جنّت ته تېر شی ۔ کافر اؤ ګنهګار به ترېنه دوزخ ته پرېوځی ۔ ګنهګار به دَ خپلو ګناهونو پهٔ اندازه څهٔ موده دوزخ کښې تېره کړی بیا به دَ نبیانو ، نیکانو اؤ فرښتو پهٔ شفاعت اؤ آخر کښې خالص دَ الله تعالیٰ پهٔ مهربانیٔ هغه ګنهګار چې پهٔ اخلاص ېٔ کلمه وئیلے وه (خو عمل کښې ترې کمے شوے وهٔ) دَ دوزخ نه را ووېستے شی جنّت ته به لاړ شی ۔ یواځې کافر به پهٔ دوزخ کښې پاتې شی اؤ دَ دوزخ خلهٔ به بنده شی ۔ دَ ځنو روایاتو نه معلومیږی چې هر سړے به دوزخ ته ننوځی خو پهٔ نیکانو به دَ دوزخ اور اثر نهٔ کوی اؤ صحیح سالم بې تکلیفه به ترېنه وځی ۔ جنّت ته به لاړ شی ۔ والله اعلم ۔ امام فخر الدین رازیؒ پهٔ خپل تفسیر کښې دې دوزخ ته دَ ننوتو ډېر حکمتونه بیان کړی دی ۔
وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا١ۙ اَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ خَیْرٌ مَّقَامًا وَّ اَحْسَنُ نَدِیًّا۝۷۳
اؤ کله چې اورؤلے شی دوی ته زمونږ واضح آیتونه ۔ وائی هغه کسان چې منکر دی ایماندارو ته پهٔ دواړو کښې ۔ دَ کومې ډلې بهتر دے مکان اؤ بهتر دے مجلس ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی کافرو چې به دَ قرآن شریف دا اورېدل نو خندا به ېٔ ورپورې کؤله وې به ېٔ چې تاسو چې ځان پهٔ حقه ګڼیٔ نو خیال وکړیٔ ۔ اوس پهٔ دې وخت کښې مونږ دَ تاسو نه ډېر پهٔ عزت اؤ پهٔ آرام ژوند تېروؤ ۔ دَ تاسو نه مو طاقت ډېر دے ۔ دَ تاسو نه مو سوسائټی (مجلس) ښهٔ ده ۔ اوس تاسو زمونږ دَ ویرې پهٔ کندو کښې پټ ناست ییٔ نو دا څنګه کېدے شی چې تاسو به رانه جنّت ته ټوپ کړیٔ اؤ مونږ چې تاسو نه مضبوط طاقت مند یو پهٔ دوزخ کښې پاتی شو ۔ دَ ستاسو دا خیال دَ عقل سره سمون نهٔ خوری ۔
وَ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَحْسَنُ اَثَاثًا وَّ رِءْیًا۝۷۴
اؤ څومره قومونه هلاک کړی مونږ دَ دوی نه مخکښې اؤ هغوی زیات وو دَ دوی نه پهٔ سامان اؤ نمائش کښې ۔ ف۸۸
ف۸۸: دا دَ هغو دَ خبرې ځواب دے چې پخوا دَ تاسو نه زیات مضبوط ، مالدار اؤ طاقتور قومونه تېر شوی دی پهٔ مال دولت اؤ سازو سامان کښې دَ تاسو نه زیات وو خو چې دَ بنیانو سره ېٔ خلاف شروع کړو نو تباه و برباد شو ۔ دغه دَ دنیا سازو سامان ېٔ هېڅ پهٔ ښهٔ رانهٔ غلو ۔ نو دَ دنیا پهٔ دې فانی سازو سامان مهٔ غاوره کېږیٔ ۔ دا مو دَ الله دَ عذاب نه بچ کؤلے نهٔ شی ۔
قُلْ مَنْ كَانَ فِی الضَّلٰلَةِ فَلْیَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمٰنُ مَدًّا١ۚ۬ حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ اِمَّا الْعَذَابَ وَ اِمَّا السَّاعَةَ١ؕ فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّ اَضْعَفُ جُنْدًا۝۷۵
ووایه هر څوک چې دی پهٔ ګمراهیٔ کښې نو پکار ده چې رحمان راکاږی هغوی سره وږده ۔ ف۸۹ تر دې چې ووینی هغه وعده چې شوے وه دوی سره یا آفت اؤ یا قیامت ۔ بیا به ورته پته ولګی چې دَ چا ځائې ډېر خراب وهٔ اؤ دَ چا فوځ ډېر کمزورے وهٔ ۔ ف۹۰
ف۸۹: یعنی څوک چې ګمراه دی هغه پهٔ خپل حال پرېږده ځکه چې دا دنیا دَ امتحان ځائې دے اؤ دلته بنیادم ته تر یو حده آزادی ده چې پهٔ خپله خوښه کومه لاره غوره کوی ۔ دَ الله تعالیٰ دَ حکمت تقاضا دا ده چې دَ ښې اؤ بدې لارې ښیٔلو نه پس چې څوک ځان ته کومه لاره خوښه کړی پهٔ هغې ېٔ روانېدو ته پرېږدی چې تر څهٔ حده لاړ شی نو څوک چې دَ بدیٔ پهٔ لار روان شی هغو دپاره دَ دنیا دَ آرام سامان نور هم دَ تباهیٔ اسباب دے ۔ نیک و بد پهٔ دنیا کښې خو سره ګډ وډ وسی ۔ پهٔ آخرت کښې ېٔ بیلتون کیږی ۔ هر چا ته به دَ خپل عمل نتیجه ور رسی ۔ دَ ښهٔ اؤ بد اصلی حال به هلته معلونیږی ۔
ف۹۰: یعنی اوس خو کافر ځان زیات ګڼی ۔ خپلو محلونو ، سازو سامان اؤ مال دولت ته غاوره دی ځکه چې الله پاک ورته واګې سستې کړی دی ۔ چې کله ېٔ دَ مرۍ نه ونیوهٔ پهٔ دنیا کښې دَ عذاب پهٔ شکل کښې یا پهٔ آخرت کښې نو هله به ورته پته ولګی چې څوک ښهٔ وو ، پهٔ ګټه کښې وو اؤ څوک پهٔ تاوان کښې وو ۔ پهٔ هغه وخت به ېٔ دا مال دولت هم پهٔ ښهٔ رانهٔ شی ۔
وَ یَزِیْدُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا هُدًی١ؕ وَ الْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّ خَیْرٌ مَّرَدًّا۝۷۶
اؤ زیاتوی الله هغه چا لره چې سوچ کوی دَ هدایت ، ف۹۱ اؤ باقی پاتې کېدونکے نیکیٔ بهترې دی ستا دَ رب سره دَ بدلے اؤ بهترې دی دَ ویرې پهٔ لحاظ ۔ ف۹۲
ف۹۱: یعنی څنګه چې ېٔ ګمراهانو ته واګې سستې کړی دی دغه شان چا چې سوچ وکړو اؤ دَ نیکیٔ لار ېٔ خوښه کړه هغو ته فهم اؤ بصیرت زیاتوی چې دَ الله دَ رضا پهٔ کارونو کښې نور هم تیز شی اؤ بلندې مرتبې حاصلې کړی ۔
ف۹۲: یعنی دَ دنیا مال دولت پهٔ آخرت کښې هېڅ دَ کار نهٔ دے ۔ نیکیٔ به باقی پاتې کیږی اؤ نور به هر څهٔ فنا کیږی ۔ پهٔ آخرت کښې به دَ هرې نیکیٔ پوره پوره اجر ورکؤلے شی ۔
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَ قَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّ وَلَدًاؕ۝۷۷
آیا تا لیدلے دے هغه سړے چې منکر شو زمونږ دَ آیتونو نه اؤ وې وئیل ما ته به راکړې شی مال اؤ اولاد ، ف۹۳
ف۹۳: یعنی تهٔ وګوره دې کافرو ته چې دَ الله نه منکر دی اؤ بیا هم داسې خبرې کوی ۔ وائی چې یو مالدار کافر یو مزدورکار مسلمان ته ووې چې دَ اسلام نه منکر شه نو خپله مزدوری به هله درکړم ، هغهٔ ورته ووې کهٔ تهٔ مړ شوې اؤ بیا ژوندے شوې هم به دَ اسلام نه منکر نهٔ شم ۔ هغه کافر ورته ووې کهٔ زهٔ دَ مرګ نه پس بیا ژوندے شوم هم دغه شان مالدار به یم (اؤ تهٔ به دغه شان غریب ئ) نو خپله مزدوری به هلته بیا درکړم (پهٔ دې وینا خو ېٔ نه درکوم) پهٔ دې باندې دا آیت نازل شو چې دَ دې جاهلانو څهٔ خیال دے؟ چې دا مال دولت دَ دوی ټېکه ده؟ یا دوی ته دَ غیبو علم دے اؤ خبر شوی دی چې هلته به هم مالدار وی ۔ حقیقت دا دے چې مالداری اؤ دَ آرام ژوند پهٔ ایمان دے ۔ دَ کافرو دا مال دولت به هېڅ پکار نهٔ راځی ۔ دا نهٔ شی کېدے چې دنیا کښې هم مزې وکړی اؤ آخرت کښې هم ۔
اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًاۙ۝۷۸
آیا دهٔ ته دَ غیبو علم دے اؤ کهٔ اخستې ېٔ ده دَ رحمان نه وعده ۔ ف۹۴
ف۹۴: یعنی چې داسې پهٔ یقین سره وائی چې هلته به هم زما سره مال اؤ اولاد وی نو تا ته دَ غیبو علم حاصل شوے دے کهٔ دَ الله نه دې وعده اخستې ده چې دَ دې خلاف به نهٔ کیږی ۔ ظاهره ده چې پهٔ دې دواړو کښې یوه خبره هم نشته نو دَ دهٔ دا دعویٰ هم باطله اؤ خوشې ده ۔ دَ الله وعده خو دَ هغه چا سره ده څوک چې دَ توحید اقرار کوی اؤ دَ نیک عمل خزانه ځان دپاره امانت کښېږدی ۔
كَلَّا١ؕ سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَ نَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّاۙ۝۷۹
هرګز داسې نهٔ ده مونږ به لیکو څهٔ چې دې وائی اؤ زیاتوؤ به ورته پهٔ عذاب کښې زیاتے ۔ ف۹۵
ف۹۵: یعنی دَ هغهٔ دا غلطه دعویٰ به هم دَ هغهٔ پهٔ عمل نامه کښې ولیکلی شی اؤ دَ مال اؤ اولاد پهٔ ځائې به ېٔ پهٔ سزا کښې نور هم زیاتے وشی ( دَ نورو ګناهونو سره ېٔ یو دا ګناه هم زیاته شوه)
وَّ نَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَ یَاْتِیْنَا فَرْدًا۝۸۰
اؤ مونږ به ترې واخلو (دَ مرګ نه پس) څهٔ چې دې وائی اؤ راځی مونږ سره ایکی یواځې، ف۹۶
ف۹۶: یعنی دې چې وائی چې دا مال اؤ اولاد به زما سره وی پهٔ آخرت کښې به مې هم پکار راځی ۔ نو دا دواړه څیزونه به ترې پاتی شی اؤ هلته به تش لاس یواځې بې اسرې ولاړ وی ۔ نهٔ به ېٔ مال پکار راځی اؤ نهٔ اولاد ۔ وائی چې دَ دې کافر دوه ځامن وو دواړه مسلمانان شو (دَ دهٔ نه پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې جدا شو)۔
وَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّاۙ۝۸۱
اؤ نیولی دی خلقو دَ الله نه غیر نور معبودان چې شی دوی دپاره مددګار ۔ ف۹۷
ف۹۷: یعنی دَ مال اؤ اولاد نه علاوه دوی دَ خپلو باطلو معبودانو نه هم دَ امداد طمع کوی چې دَ الله سره به زمونږ سفارش کوی اؤ هلته به هم وچتې درجې راکوی ۔ دا خیالونه ېٔ خطا دی ۔
كَلَّا١ؕ سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَ یَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا۠۝۸۲
هرګز داسې نهٔ ده دغه معبودان به منکر شی دَ دوی دَ عبادت نه اؤ شی به دَ دوی برخلاف ۔ ف۹۸
ف۹۸: دغه باطل معبودان ېٔ امداد خو ځکه نهٔ شی کؤلے چې خپله دَ دوی دَ عبادت نه به منکر وی اؤ دَ دوی برخلاف به ولاړ وی نو دَ عزت زیاتېدو پهٔ ځائې به نور هم دَ ټول مخلوقات مخکښې وشرمیږی اؤ بې عزته به شی لکه چې مخکښې تېر شوی دی ۔ ”وَ اِذَا حُشِرَ النَّاسُ کَانُوْا لَهُمْ اَعْدَآءً وَّ کَانُوْا بِعِبَادَتِھِمْ کَافِرِیْنَ (سوره الاحقاف ، رکوع ۱)
(یعنی کله چې دَ قیامت پهٔ ورځ مخلوقات راجمع کړې شی نو دا باطل معبودان به دَ دې خلقو برخلاف وی اؤ دَ دوی دَ عبادت نه به منکر وی)
اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّاۙ۝۸۳
تهٔ نهٔ وینې چې مونږ مسلط کړی دی شیطانان پهٔ منکرانو چې پورته کوی ېٔ پهٔ پورته کؤلو (ګناه دپاره)۔
فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ١ؕ اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّاۚ۝۸۴
نو تهٔ دوی باندې تلوار مهٔ کوه ۔ مونږ خو پوره کوؤ دَ دوی شمار ۔ ف۹۹
ف۹۹: یعنی دا شیطان بدبخت دا کم عقل خلق خطا کوی اؤ ګناه کؤلو ته ېٔ راپورته کوی ۔ دا جاهلان چې دَ شیطان پهٔ لمسه پهٔ ګمراهیٔ کلک دی نو پرېږده ېٔ تهٔ ورباندې پهٔ عذاب راتلو کښې تلوار مهٔ کوه ۔ الله تعالیٰ ورته واګې سستې کړی دی چې دا څو دَ شمار ورځې ېٔ پوره شی ۔ دَ دوی دَ هر هر حرکت اؤ هر یو کار شمار کیږی اؤ هره خبره ېٔ لیکلی شی ۔ هېڅ یو کار ېٔ دَ الله پاک دَ علم نه بهر نهٔ دے ۔ یوه ورځ به ورته دا ټول اعمال رامخکښې کړې شی اؤ دَ ذرې ذرې حساب به ورسره وشی اؤ دَ هر عمل پوره پوره بدله به ورکړې شی ۔
یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًاۙ۝۸۵
پهٔ کومه ورځ چې به مونږ پهٔ جمع راولو پرهېزګار دَ رحمان سره پهٔ مېلمستیا ۔
وَّ نَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًاۘ۝۸۶
اؤ وبه شړو ګناهګار دوزخ طرف ته تږی ۔ ف۱۰۰
ف۱۰۰: څنګه چې تږی څاوری خلق ګودر ته شړی (پهٔ منډه روان وی) دغه شان به دا مجرمان دوزخ ته پهٔ منډه روان وی ۔
لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًاۘ۝۸۷
نهٔ لری هېڅوک اختیار دَ سفارش بې دَ هغوی نه چې اخستې ېٔ ده دَ رحمان نه وعده ۔ ف۱۰۱
ف۱۰۱: یعنی چا ته چې الله پاک دَ سفارش کؤلو اجازت ورکړے دے اؤ دَ قبلؤلو وعده ېٔ ورسره کړے ده (لکه فرښتې ، پېغمبران اؤ نیک بندګان) دا ټول به دَ خپلې خپلې درجې مناسب سفارش کوی ۔ بې اجازته دَ چا طاقت نشته چې دَ چا دپاره ژبه وخوزوی۔ سفارش به صرف هغه خلق کوی چا ته چې اجازت ورکړې شی اؤ دَ هغه چا دپاره به کوی چا دپاره چې اجازت ورکړې شوے وی ۔ دَ کافرو دپاره به هېڅوک سفارش نهٔ کوی ۔
وَ قَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًاؕ۝۸۸
اؤ خلق وائی چې ساتلې دے رحمان اولاد ف۱۰۲
ف۱۰۲: ډېرو خلقو خو دَ الله نه غیر نور معبودان جوړ کړی دی خو ځنی خلق داسې دی چې الله دپاره اولاد منی لکه عیسایان چې مسیحؑ ته دَ الله ځوئے وائی اؤ یهود چې عزیرؑ ته دَ الله ځوئے وائی ۔ اؤ ځنو مشرکانو به فرښتو ته دَ الله لوڼه وې ۔
لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّاۙ۝۸۹
بېشکه تاسو ګېر شوی يیٔ پهٔ ډېر دروند څیز کښې ۔
تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَ تَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَ تَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّاۙ۝۹۰
نژدے ده چې آسمانونه وچوی پهٔ دې خبره اؤ نژدے ده چې زمکه ټوټې ټوټې شی اؤ پرېوځی غرونه دړې وړې ۔
اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًاۚ۝۹۱
پهٔ دې خبره چې تاسو نسبت کویٔ رحمان ته دَ اولاد ، ف۱۰۳
ف۱۰۳: یعنی دا دومره غټه خبره ده اؤ داسې سخته ګناه ده چې آسمانونه زمکه اؤ غرونه دَ دې دَ اورېدو طاقت نهٔ شی لرلې اؤ څهٔ بعیده نهٔ ده چې دَ هیبته ټوټې ټوټې شی ۔ یا پهٔ دې خبره الله تعالیٰ پهٔ قهر اؤ پهٔ غضب شی اؤ دَ دې دنیا دا نظام ټول ګډ وډ کړی ۔ دا خو صرف دَ هغهٔ رحم ډېر زیات دے چې دا خبرې اوری اؤ دنیا تباه کوی نه ۔ ګنی دا یوه خبره دومره غټه ده چې دَ دنیا دَ تباهیٔ دپاره کافی ده ۔
وَ مَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًاؕ۝۹۲
اؤ نهٔ ښائی رحمان سره چې وساتی اولاد ۔ ف۱۰۴
ف۱۰۴: دا دَ الله تعالیٰ دَ پاک اؤ بې نیازه شان خلاف ده چې اولاد ته محتاج شی ۔ عیسایان چې کومې خبرې پهٔ اولاد منلو مجبور کړی دی یعنی دَ کفارې مسئله (دَ امت دپاره دَ ګناهونو معاف کؤلو خبره) نو څوک چې الله تعالیٰ رحمٰن اؤ رحیم منی دَ هغو دپاره دَ دې خبرې منلو څهٔ ضرورت نشته ۔
اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًاؕ۝۹۳
هېڅ داسې شے نشته پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې چې نهٔ راځی رحمان ته بنده (تابعدار عاجز) ف۱۰۵
ف۱۰۵: یعنی ټول دَ الله تعالیٰ مخلوق اؤ دَ هغهٔ بندګان دی اؤ پهٔ عاجزیٔ به ورته دَ قیامت پهٔ ورځ حاضریږی ۔ چا ته چې تمام مخلوق محتاج دی دَ هغهٔ ځوی ته څهٔ حاجت دے؟
لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَ عَدَّهُمْ عَدًّاؕ۝۹۴
الله سره دَ دې شمار دے اؤ شمارلی ېٔ دی ټول پهٔ شمار ۔
وَ كُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا۝۹۵
اؤ هر یو به راځی هغهٔ سره دَ قیامت پهٔ ورځ یواځې ۔ ف۱۰۶
ف۱۰۶: دَ ټول مخلوق شمار هغهٔ ته معلوم دے ۔ هېڅوک ېٔ دَ بندګیٔ نه وتے نهٔ شی ۔ اؤ ټول به ایکی تنها دَ قیامت پهٔ ورځ دَ هغهٔ مخکښې پیش کیږی ۔ پهٔ دغه وخت به ېٔ مال اؤ اولاد اؤ دَ دنیا هېڅ ساز و سامان پکار نهٔ راځی ۔ دغه څیزونه به ترېنه ټول دنیا کښې پاتی شی ۔ هلته به تش تور بې اسرې یواځې حاضر وی ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمٰنُ وُدًّا۝۹۶
بېشکه چا چې ایمان راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی ، هغوی ته به ورکړی رحمان مینه ف۱۰۷
ف۱۰۷: یعنی دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې به خپل محبت واچوی ۔ یا دا چې دَ هغو سره به الله پاک خپله محبت کوی ۔ یو حدیث شریف دے ۔ کله چې یو بنده الله پاک ته محبوب شی نو الله پاک جبرئیلؑ ته خبر ورکړی چې زهٔ دَ فلانی بنده سره محبت کوم نهٔ هم ورسره کوه ۔ هغه پهٔ آسمانونو کښې اعلان وکړی اؤ بیا دغه شان دا محبت دَ آسمانونو نه زمکې ته راکوز شی اؤ دغه بنده پهٔ دنیا کښې مقبول شی ۔ داسې بې تعلقه خلق چې دهٔ نه ورته څهٔ نفع نقصان نهٔ رسی هم ورسره محبت شروع کړی ۔ دَ دې محبت ابتداء دَ نیکو بندګانو نه کیږی ۔ اؤ نیک بندګان دَ دې سړی سره محبت شروع کړی ۔ بیا ورته عام خلق هم متوجه شی ۔ دَ نیکو بندګانو دَ محبت نه بغیر کهٔ هسې یو سړے یو عوامو کښې پهٔ څهٔ وجه مقبول شی ۔ نو دا دَ الله تعالیٰ سره دَ مقبولیت علامه نهٔ ده ۔
تنبیه: دا آیت مکّی دے ۔ پهٔ مکّه معظّمه کښې چې مسلمانانو سره کومه وعده شوے وه لږې ورځې پس الله تعالیٰ داسې پوره کړه چې دنیا ورته حیرانه پاتې شوه ۔ الله تعالیٰ دَ خلقو پهٔ زړونو کښې دَ مسلمانانو دپاره دومره مینه واچؤله چې پهٔ دنیا کښې ېٔ مثال نهٔ شی موندې ۔
فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِیْنَ وَ تُنْذِرَ بِهٖ قَوْمًا لُّدًّا۝۹۷
نو مونږ آسان کړو دا قرآن ستا پهٔ ژبه چې تهٔ خوشخبری ورکړې پرهېزګارو ته اؤ ویروې جګړمار خلق ۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: یعنی قرآن مجید ډېر صفا صفا اؤ پهٔ آسانه ژبه پرهېزګارو ته خوشخبریٔ ورکوی اؤ جګړمار بدکاره خلق دَ بدکرداریٔ دَ خرابې نتیجې نه ویروی ۔
وَ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ١ؕ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا۠۝۹۸
اؤ ډېر قومونه هلاک کړی مونږ دَ دوی نه مخکښې ۔ آیا تهٔ اورې پهٔ هغوی کښې دَ چا دَ ښپو کش یا ېٔ اورې ګونګوسے ۔ ف۱۰۹
ف۱۰۹: یعنی څومره ډېر بدبخته قومونه دَ خپلو نافرمانیو پهٔ وجه داسې تباه شوی دی چې نوم نشان ېٔ نهٔ دے پاتې ۔ نن څوک دَ هغوی دَ ښپو کش هم نهٔ اوری اؤ نهٔ ېٔ دَ هغه لویو لویو دعوؤ چرته ګونګسی اورېدے شی ۔ نو نن چې څوک دَ آخری نبیﷺ مخالفت کوی اؤ دَ الله پاک پهٔ آیتونو پورې خندا کوی ۔ هغوی دې هم بې غمه کیږی نه ۔ دَ دغې قومونو دَ حال نه دې سبق واخلی اؤ ځان دې نهٔ تباه کوی ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ طٰهٰ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ مِائَۃٌ وَّ خَمْسٌ وَّ ثَلٰثُوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَمَانُ رُکُوْعَاتٍ ۔
سورت طٰهٰ مکّه کښې نازل شوے ، یو سل اؤ پنځهٔ دېرش (۱۳۵) آیتونه اؤ اتهٔ (۸) رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نوم چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
طٰهٰۚ۝۱
طا ، ها ،
مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لِتَشْقٰۤیۙ۝۲
نهٔ دے نازل کړے مونږ پهٔ تا قرآن دې دپاره چې تهٔ پهٔ تکلیف شې ۔
اِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰیۙ۝۳
دا خو یو نصیحت دے دَ هغه چا دپاره چې ویریږی ۔ ف۱
ف۱: یعنی قرآن کریم دې دپاره نازل شوے دے چې دَ چا زړهٔ نرم وی ، دَ الله نه ویره لری هغوی دَ قرآن پهٔ نصیحتونو عمل وکړی ۔ اؤ دَ قرآن دَ تعلیم نه فائده واخلی ۔ دې دپاره نه دے نازل شوے چې خامخا خلقو ته تکلیف ورسی ۔ تهٔ دَ مخالفینو پهٔ خبرو زړه مهٔ خفه کوه ۔ حق به آخر کامیاب کیږی ۔ تهٔ پهٔ اندازه سره عبادت کوه ۔ ځان ته ډېر تکلیف مهٔ ورکوه ۔ ځنو روایتونو کښې راځی چې دَ پېغمبریٔ پهٔ اولو ورځو کښې به حضور اکرمﷺ ټوله شپه پهٔ نمانځهٔ اؤ دَ قرآن پهٔ تلاوت ویښه تېرؤله ۔ کافرو چې به دَ رسول اللهﷺ دې محبت ته کتل نو وې به ئ چې قرآن څهٔ نازل شوے دے دا غریب خو ېٔ ډېر پهٔ کړاؤ اخته کړے دے ۔ پهٔ دې آیت کښې دَ هغو دَ دې خبرې ځواب دے چې قرآن چا ته تکلیف ورکؤلو دپاره نهٔ دے نازل شوے ۔ دا خو رحمت اؤ نور دے ۔ څوک چې بې تکلیفه پهٔ آسانه تلاوت کؤلے شی دومره دې کوی ۔ (زیات محنت ته ضرورت نشته) فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنْهُ ۔
تَنْزِیْلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْاَرْضَ وَ السَّمٰوٰتِ الْعُلٰیؕ۝۴
نازل کړے دے هغه ذات چا چې جوړه کړے زمکه اؤ آسمانونه چت ۔ ف۲
ف۲: دا دَ حقیقی بادشاه اؤ خالق راستؤلے کلام دے نو مخلوق ته پکار دی چې پهٔ سر سترګو ېٔ قبول کړی اؤ دَ لوی بادشاه دَ حکم نافرمانی دې نهٔ کوی ۔
اَلرَّحْمٰنُ عَلَی الْعَرْشِ اسْتَوٰی۝۵
هغه بې حده مهربانه پهٔ عرش قائم شو ۔ ف۳
ف۳: دَ اِستواء علی العرش پوره بیان پهٔ سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے ۔
دَ عرش متعلق دَ روایاتو نه دومره قدر ثابته ده چې دَ عرش ښپې (پائے) دی اؤ فرښتو وچت نیؤلے دے پهٔ آسمانونو لکه دَ ګنبت خور دے ۔ د روح المعانی مصنّف دَ دې آیت پهٔ تفسیر کښې دَ اِستواء متعلق پوره تفصیل لیکلے دے هلته ېٔ کتل پکار دی ۔
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا وَ مَا تَحْتَ الثَّرٰی۝۶
هم دَ هغهٔ دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې زمکه کښې دی اؤ څهٔ چې دَ دې دواړو ترمینځه دی اؤ څهٔ چې لاندې دی دَ لوندې زمکې ۔ ف۴
ف۴: یعنی هم هغه الله چا چې دا زمکه اؤ آسمانونه پیدا کړی دی یواځې هغه دَ بل چا دَ شرکت نه پهٔ دې آسمانونو اؤ زمکه څهٔ چې دَ دې ترمینځه یا څهٔ کائنات چې دَ زمکې دَ لاندې دی دَ دې ټولو مخلوقاتو خالق اؤ مالک ، انتظام چلؤنکے اؤ حقیقی بادشاه دے (بل څوک ورسره شریک نشته) ۔
تنبیه: دَ آسمان اؤ زمکې پهٔ مینځ کښې مخلوق نه هغه څیزونه مراد دی کوم چې دَ زمکې نه وچت اؤ دَ آسمان نه لاندې پهٔ دې خلا کښې دی ۔ هوا ، وریځې ، الوتونکی مارغان یا نور څیزونه ۔ دَ ثرٰؔی لوندې زمکې نه مطلب دَ زمکې دَ مخ دَ لاندې حصه ده کومه چې اوبو ته دَ نژدے کېدو پهٔ وجه اکثر لونده وی ۔
وَ اِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَاِنَّهٗ یَعْلَمُ السِّرَّ وَ اَخْفٰی۝۷
اؤ کهٔ تهٔ پهٔ زوره وکړې خبره نو هغه اوری پټه خبره اؤ دَ هغې نه هم پټه ۔ ف۵
ف۵: پهٔ مخکښې آیتونو کښې دَ الله تعالیٰ دَ کامل قدرت اؤ طاقت بیان وهٔ ۔ دې آیت کښې دَ کامل علم بیان دے ۔ کومه خبره چې پهٔ زوره وشی هغه خو خود دَ هغه ذات دَ علم نه بهر نهٔ شی پاتې کېدے کوم ذات چې پهٔ پټه خبره اؤ دَ هغې نه هم پهٔ پټه خبر دے کومه چې پهٔ تنهاییٔ کښې دَ ځان سره ډېره پټه وکړې شی ۔ بلکې هغه خو دَ زړونو پهٔ حال هم خبر دے ۔ کومه خبره چې هسې پهٔ زړهٔ کښې تېره شی لا پهٔ ژبه نهٔ وی راغلے بلکې هغه هم چې زړه کښې لا تېره نهٔ وی چرته پهٔ مستقبل کښې تېرېدونکے وی ، الله تعالیٰ پهٔ دغه ټولو عالم دے ۔ ځکه دَ شریعت عالمان بې ضرورته پهٔ زوره ذکر کؤلو ته ښهٔ نهٔ وائی ۔ پهٔ کومه موقع چې پهٔ زوره ذکر کؤل منقول دی یا تجربه کارو خلقو دَ څهٔ فائدې دپاره ښهٔ ګڼلی دی هغه جدا خبره ده ۔
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی۝۸
الله ، نشته څوک دَ عبادت قابل بې دَ هغهٔ نه ، هم دَ هغهٔ دی ټول نومونه بهتر ۔ ف۶
ف۶: پهٔ تېرو آیتونو کښې چې دَ الله تعالیٰ کوم صفتونه بیان شوی دی یعنی دَ ټول جهان خالق کېدل اؤ حقیقی مالک اؤ پهٔ هر څهٔ ېٔ قدرت اؤ کامل علم دے ۔ دَ دې صفتونو تقاضا ده چې عبادت هم خالص دَ الله وشی اؤ دَ بل چا مخکښې دې څوک سر ټیټ نهٔ کړی ۔ ځکه چې نهٔ یواځې دغه صفتونه بلکې ټول ښهٔ صفتونه اؤ ښهٔ نومونه پهٔ هغهٔ پورې خاص دی پهٔ بله یوه هستیٔ کښې هم نهٔ داسې صفتونه شته اؤ نهٔ دَ صفتونو اؤ نومونو دَ ګڼوالی پهٔ وجه دَ هغهٔ پهٔ توحید کښې څهٔ فرق راځی ۔ ذات هغه یو دے اؤ صفات ګڼ دی ۔ دَ عربو ځنو جاهلانو ګڼ نومونه دَ توحید خلاف ګڼل اؤ پهٔ مسلمانانو به ېٔ اعتراض کؤلو چې پهٔ خلهٔ دَ توحید چغې وهی اؤ کله رحمٰن ته سوالونه کوی کله رحیم نه اؤ کله الله ته ، دا څنګه توحید دے؟
وَ هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰیۘ۝۹
اؤ آیا رسېدلے ده تا ته قصه دَ موسٰی۔ ف۷
ف۷: دَ دې ځائې نه دَ موسٰیؑ قصه پوره تفصیل سره بیانیږی چې خلق خبر شی چې پهٔ رسول اللهﷺ وحې راتلل څهٔ نوے خبره نهٔ ده پهٔ موسٰیؑ هم دغه شان وحې راغلے وه ۔ څنګه چې دَ موسٰیؑ وحې کښې دَ توحید تعلیم وهٔ دغه شان دَ رسول اکرمﷺ وحې کښې هم دَ توحید تعلیم دے اؤ موسٰیؑ باندې چې پهٔ تبلیغ کښې څنګه سختې تېرې وې پهٔ رسول اکرمﷺ هم دغه شان سختې تېریږی څنګه چې آخر غلبه دَ موسٰیؑ اؤ دَ هغهٔ دَ قوم شوه اؤ فرعون سره دَ قوم تباه شو دغه شان به دَ رسول اکرمﷺ دښمنان هم مغلوب شی ۔ دَ سورت شروع دَ قرآن دَ نازلېدو اؤ دَ نبوت دَ خبرې نه شوے ده نو دَ هغې مناسب دَ موسٰیؑ دَ نبوت قصه اؤ پهٔ هغهٔ دَ نازلې شوے وحې قصه بیان شوه ۔
اِذْ رَاٰ نَارًا فَقَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِقَبَسٍ اَوْ اَجِدُ عَلَی النَّارِ هُدًی۝۱۰
کله چې ېٔ ولیدو اور ، نو وې وئیل دَ خپل کور خلقو ته چې ودرېږیٔ ما لیدلے اور شاید چې زهٔ راوړم تاسو ته دَ هغې نه څهٔ اور یا بیا مومم اور ته پهٔ رسېدو دَ لارې څهٔ پته ۔
فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ یٰمُوْسٰیؕ۝۱۱
چې هغه ورسېدو اور ته آواز راغلو چې اے موسٰی ۔ ف۸
ف۸: دَ موسٰیؑ دَ قصې مختلفې حصې دَ موقعې مناسب پهٔ ګڼو سورتونو کښې بیان شوی دی لکه سورتِ قصص ، سورتِ اعراف وغېره ۔ دلته دَ مدین نه دَ واپس راتلو قصه بیان شوے ده ۔ دَ موسٰیؑ دَ لاسه چې یو قبطی مړ شو نو هغه دَ مصر نه مدین ته لاړو ۔ هلته ورته شعیبؑ خپله لور پهٔ نکاح ورکړه ۔ څو کاله ېٔ دَ هغهٔ سره تېر کړل نو بیا ېٔ مصر ته راتلو ته زړهٔ وشو ۔ کور والا ورسره وو دَ حمل پهٔ حالت کښې ۔ دَ ګډو رمه هم ورسره وه ۔ دَ شپې ېٔ مزل کؤلو ۔ پهٔ تیارهٔ کښې ترېنه لار خطا شوه ۔ دلته ېٔ پهٔ ښځه دردِ زه (دَ لنګون درد) شروع شو ۔ ګډې هم ګډې وډې شوې ۔ دَ یخنیٔ نه بچ کېدو دپاره بیمار ته دَ اور ضرورت وهٔ خو څهٔ سامان ورسره نهٔ وهٔ ۔ دَ لرې نه ورته پهٔ غرهٔ کښې دَ اور غوندې رڼا ښکاره شوه نو بی بی ته ېٔ ووې تهٔ دلته کښینه دغه ځائې کښې اور ښکاری یو بڅرې به ترې راؤړم مونږ به هم اور بل کړو ۔ یا شاید چې هلته څوک وی لار راته برابره کړی ۔ موسٰیؑ پهٔ اور پسې روان شو ۔ دا پهٔ حقیقت کښې اور نهٔ وهٔ ، دَ الله پاک دَ جلال نور وهٔ ۔ یا لکه څنګه چې دَ مسلم شریف حدیث دے ۔ دَ الله پاک دَ حجابِ ناری رڼا وه ۔ بهرحال موسٰیؑ چې هلته ورسېدو نو یوه عجیبه تماشه ېٔ ولیده۔ یوه ښهٔ تازه شنه ونه ده چې دَ اور لمبې ترېنه وچتیږی ۔ څومره چې دا لمبې زیاتیږی دومره دَ ونې شینوالے اؤ تازګی زیاتیږی ۔ اؤ څومره موسٰیؑ اور راخستو ته ورنژدے کیږی دومره ترې اور لرې وتښتی اؤ چې دې واپس شی نو اور ورپسې رانژدے شی ۔ دې حیران دے چې یا الله دا لا څهٔ دی ۔ پهٔ دې کښې ورته غیبی آواز راځی ۔ ”اِنَّیْۤ اَنَآ رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَیْكَ“ ګویا کهٔ هغې ونې بلا تشبیھ دَ ټیلفون کار ورکؤلو چې دَ اللہ کلام ېٔ موسٰیؑ ته ورسؤلو ۔ امام احمدؒ پهٔ خپل مسند کښې دَ وهبؓ نه نقل کوی چې موسٰیؑ دَ ”یا موسٰی“ پهٔ اورېدو څو ځله لبّیک ووې اؤ عرض ېٔ وکړو یا الله زهٔ ستا آواز اورم خو تا وینم نه تهٔ چرته ئ؟ آواز ورته وشو ۔ زهٔ ستا پورته یم ، ښکته یم ، وړاندې یم ، وروستو یم اؤ ستا دَ روح نه تا ته نژدے یم ۔ وائی چې موسٰیؑ دَ هر طرف نه بلکې دَ خپل بدن دَ هر هر وېښتهٔ نه دَ الله تعالیٰ آواز اورېدو ۔
اِنِّیْۤ اَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَیْكَ١ۚ اِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًیؕ۝۱۲
زهٔ یم ستا رب نو وباسه خپل پیزار ۔ تهٔ ئ پهٔ یو پاک میدان طویٰ کښې ۔ ف۹
ف۹: طویٰ دَ دغه میدان نوم دے ۔ شاید چې دَ مخکښې نه هم متبرک وهٔ یا اوس شو ۔ دَ موسٰیؑ پیزار پاک نهٔ وهٔ ځکه ورته دَ ویستو حکم وشو ګنی پهٔ پاک پیزار کښې جمات ته دَ ننوتل اؤ نمونځ کؤل جائز دی ۔ پوره تفصیل دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې وګوریٔ ۔
وَ اَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا یُوْحٰی۝۱۳
اؤ ما تهٔ خوښ کړے ئ نو واؤره چې څهٔ حکم درته کیږی ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی پهٔ ټول مخلوق کښې مې خپل همکلامیٔ اؤ پېغمبریٔ دپاره تهٔ غوره کړے ئ ۔ نو اوس چې تا ته کوم حکم درکؤلے شی هغه ښهٔ پهٔ غور سره واؤره چې خلقو ته ېٔ پوره پوره ورسوې ۔
اِنَّنِیْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِیْ١ۙ وَ اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِیْ۝۱۴
زهٔ چې یم الله یم نشته عبادت دَ هېچا بې زما نه ، نو خاص زما عبادت کوه اؤ نمونځ قائم لره زما دَ یاد دپاره ۔ ف۱۱
ف۱۱: پهٔ دې کښې دَ توحید اؤ هر قسم مالی اؤ بدنی عبادت حکم وشو ۔ نمونځ پهٔ ټولو عبادتونو کښې افضل دے نو دَ هغې ذکر پهٔ خصوصیت سره وشو اؤ پهٔ دې تنبیه ورکړې شوه چې دَ نمانځهٔ نه غټ غرض دَ الله یادؤل دی ۔ ګویا دَ نمانځهٔ نه غفلت دَ الله نه غفلت دے ۔ دَ ذکر الله متعلق بل ځائې حکم دے ۔ وَاذْکُرْ رَبَّكَ اِذَا نَسِیْتَ کهٔ چرې درنه هیر شی نو کله چې در یاد شی دَ الله ذکر کوه دغه حکم دَ نمانځهٔ هم دے کهٔ دَ چا نه پهٔ هېره قضا شی نو چې کله ور یاد شی هغه وخت ېٔ کؤل پکار دی ۔ فَلْیُصَلِّھَا اِذَا ذَکَرَھَا ۔
اِنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ اَكَادُ اُخْفِیْهَا لِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا تَسْعٰی۝۱۵
بېشکه قیامت راتلونکے دے ، زهٔ هغه پټ ساتل غواړم ف۱۲ چې بدله کښې ورکړې شی هر یو کس ته خپله ګټه ۔ ف۱۳
ف۱۲: یعنی دَ قیامت صحیح وخت اؤ مقرره نېټه دَ خلقو نه پټه ساتل غواړم ۔ کهٔ ډېرې فائدې پکښې نهٔ وې نو دا څومره اجمالی ذکر چې شوے دے دا به هم نهٔ وهٔ شوے ۔
ف۱۳: یعنی دَ قیامت راتلهٔ ځکه ضروری دی چې هر بنده ته دَ هغهٔ دَ نیک و بد عمل نتیجه معلومه شی ۔ پهٔ دنیا کښې خو فرمانبردار اؤ نافرمانه ګډ وډ دی ، چې دواړو کښې جدائی وشی ۔ دَ توحید اؤ عبادت نه پس دا اوس دَ دوباره ژوند دَ عقیدې تعلیم دے ۔
فَلَا یَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهَا وَ اتَّبَعَ هَوٰىهُ فَتَرْدٰی۝۱۶
نو چرته تا منع نهٔ کړی دَ دې خبرې نه هغه څوک چې یقین نهٔ کوی پهٔ دې اؤ تابع شوے دے دَ خپل خواهش ، ګنی تهٔ به هم تباه شې ۔ ف۱۴
ف۱۴: فَلَا یَصُدَّنَّكَ عَنْھَا ۔ منع دې نهٔ کړی دَ دې قیامت دَ عقیدې نه یا دَ نمانځهٔ کؤلو نه ۔ ضمیر دواړو ته راجع کېدے شی ۔ الله تعالیٰ دَ موسٰیؑ غوندې لوئے پېغمبر دَ بدانو دَ مجلس نه منع کړو (چې مجلس اثر لوی) نو نور څوک بیا پهٔ څهٔ کښې دی ۔
مطلب دا دے چې دَ دنیا پرستو سره تعلق ساتلو کښې دا خطره ده چې دَ بنیادم خپله عقیده کمزورے شی ۔
وَ مَا تِلْكَ بِیَمِیْنِكَ یٰمُوْسٰی۝۱۷
اؤ دا څهٔ دی ستا پهٔ ښی لاس کښې اے موسٰی ۔ ف۱۵
ف۱۵: دَ دې ځائې نه دَ نبوت دَ مرتبې تمهید شروع کیږی ۔ دَ معجزاتو سره ېٔ دَ فرعون مقابلې ته استؤلو اول ېٔ ورته دَ همسا معجزه دلته وښیٔله چې ښهٔ پوهه شی اؤ دَ معجزې حقیقت ورته معلوم شی ۔ دَ دې تپوس مطلب چې ستا پهٔ لاس کښې څهٔ دی دا وهٔ چې موسٰیؑ ورته ښهٔ فکر وکړی چې وروستو ورته زړهٔ کښې دا شک را نهٔ شی چې ما به چرته دَ همسا پهٔ ځائې لاس کښې بل څهٔ شے راخستې وی ۔
قَالَ هِیَ عَصَایَ١ۚ اَتَوَكَّؤُا عَلَیْهَا وَ اَهُشُّ بِهَا عَلٰی غَنَمِیْ وَ لِیَ فِیْهَا مَاٰرِبُ اُخْرٰی۝۱۸
وې وئیل دا زما همسا ده ، پهٔ دې تکیه لګوم ۔ اؤ پهٔ دې پاڼې څنډم خپلو بیزو ته اؤ پهٔ دې کښې ما دپاره نور هم ډېر کارونه دی ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی پهٔ دې کښې شک څهٔ دے؟ دا خو هم هغه همسا ده چې هر وخت زما پهٔ کار راځی ۔ غرهٔ ته ختو کښې پرې تکیه لګوم ۔ ختو کښې امداد راکوی ۔ ګډو بیزو ته پرې دَ ونې نه پاڼې څنډم ۔ دَ نقصانی شی نه پرې دَ ځان حفاظت کؤم اؤ نور هم ترېنه ډېر کارونه اخلم ۔ دې کښې ډېرې فائدې دی ۔
قَالَ اَلْقِهَا یٰمُوْسٰی۝۱۹
وې فرمائیل ورته ۔ دا وغورزوه اے موسٰی ۔
فَاَلْقٰىهَا فَاِذَا هِیَ حَیَّةٌ تَسْعٰی۝۲۰
وېٔ غورزؤله ناڅاپه بیا مار وهٔ چې منډې ېٔ وهلې ۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی همسا پهٔ زمکه غوزؤلو سره سمدستی مار شوے وهٔ منډې ېٔ وهلې ۔ موسٰیؑ چې ناڅاپی مار ولیدو نو هیبتی شو چې ومې نهٔ چیچی ۔
قَالَ خُذْهَا وَ لَا تَخَفْ١ٙ سَنُعِیْدُهَا سِیْرَتَهَا الْاُوْلٰی۝۲۱
وې فرمائیل ورته وېٔ نیسه اؤ ویرېږه مه مونږ به ېٔ اوس بیا واپس کړو خپل حال ته ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی لاس کښې نیوؤ سره به بیا همسا شی ۔ وائی چې اول کښې موسٰیؑ لاس نهٔ ور اچؤلو ویرېدو ترېنه ۔ بیا ېٔ دَ لاس نه زړوکے چاپېره کړو دَ نیؤلو نیت ېٔ وکړو ۔ نو فرښتې پرې آواز وکړو کهٔ الله دې نهٔ بچ کوی نو دا زړوکے به دې څهٔ بچ کړی ۔ موسٰیؑ ورته ووې خبره دې صحیح ده خو زهٔ کمزورے مخلوق یم اؤ کمزورتیا دَ بنیادم فطرت دے ۔ بیا موسٰیؑ هغه زړوکے دَ لاسونو نه لرې کړو ۔ مار ته ېٔ پهٔ خلهٔ کښې ورکړو ۔ اؤ مار ته ېٔ لاس کړو ۔ پهٔ لاس کښې بیا هم هغه همسا وه ۔
وَ اضْمُمْ یَدَكَ اِلٰی جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ اٰیَةً اُخْرٰیۙ۝۲۲
اؤ یو ځائې کړه خپل لاسونه خپل ترخ سره ۔ را وبه وځی سپین روښانه بې دَ څهٔ عیب نه ف۱۹ یوه بله معجزه ۔
ف۱۹: یعنی لاس ګریوان کښې ومنډه ترخ سره ېٔ یو ځائې کړه چې را وېٔ باسې سپین روښانه به وی اؤ دا سپین والے به دَ برص یا څهٔ بیماریٔ پهٔ وجه نهٔ وی چې خلق ېٔ عیب ګڼی ۔
لِنُرِیَكَ مِنْ اٰیٰتِنَا الْكُبْرٰیۚ۝۲۳
چې وښیو مونږ تا ته خپلې نښانې لوئے ۔ ف۲۰
ف۲۰: یعنی دا همسا اؤ یدِ بیضا دوه غټې نښانې دی دَ هغې نښانو نه کومې چې به ستا پهٔ لاس څرګندیږی ۔
اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی۠۝۲۴
ورشه فرعون ته هغهٔ ډېر سر پورته کړے دے ۔
قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِیْ صَدْرِیْۙ۝۲۵
موسٰی ووې اے ربه فراخه کړه زما سینه ۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی حلم ، صبر اؤ حوصله راکړې چې دَ طبیعت خلاف کار باندې خفه کېږم نه اؤ دَ تبلیغ پهٔ کار کښې چې څهٔ سخته راشی پهٔ خوښیٔ ېٔ برداشت کړې شم ۔
وَ یَسِّرْ لِیْۤ اَمْرِیْۙ۝۲۶
اؤ آسان کړه زما کار ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی داسې اسباب راته جوړ کړه چې دا ګران کار راته آسان شی ۔
وَ احْلُلْ عُقْدَةً مِّنْ لِّسَانِیْۙ۝۲۷
اؤ پرانیځه غوټه زما دَ ژبې ۔
یَفْقَهُوْا قَوْلِیْ۪۝۲۸
چې خلق پوهه شی زما پهٔ خبرو ۔ ف۲۳
ف۲۳: ژبه ېٔ پهٔ وړوکوالی کښې سوې وه نو خبرې ېٔ تړتړۍ وې ۔ سړے به پرې سم نهٔ پوهېدو ۔ دَ تبلیغ پهٔ کار کښې وعظ ، تقریر اؤ خلق پوهه کؤل اهم کار دے ځکه ېٔ دا دعا وغوښته ۔
وَ اجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَهْلِیْۙ۝۲۹
اؤ راکړه ما ته یو امدادی زما دَ کورنۍ نه ۔
هٰرُوْنَ اَخِیۙ۝۳۰
هارون زما ورور ، ف۲۴
ف۲۴: هارونؑ دَ موسٰیؑ نه مشر وهٔ ۔
اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِیْۙ۝۳۱
مضبوطه کړه پهٔ دهٔ زما ملا ۔
وَ اَشْرِكْهُ فِیْۤ اَمْرِیْۙ۝۳۲
اؤ شریک ېٔ ما سره پهٔ کار کښې ۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی دَ تبلیغ پهٔ کار کښې دواړه سره ملګری اؤ دَ یو بل مددګار یو ۔
كَیْ نُسَبِّحَكَ كَثِیْرًاۙ۝۳۳
چې مونږ ستا پاکی بیان کړو ډېره ۔
وَّ نَذْكُرَكَ كَثِیْرًاؕ۝۳۴
اؤ تا یاد کړو ډېر ډېر ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی چې دواړه ملګری شو نو ښهٔ پهٔ جوش اؤ طاقت سره به ستا ثنا اؤ حمد بیانوؤ اؤ دَ تبلیغ دَ کار نه علاوه به هم چې دواړه پهٔ کار کښې شریک یو نو زړهٔ به مو پهٔ آرام وی اؤ دَ زړهٔ زور به مو ډېر وی ۔ همت به مو زیات وی ۔
اِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِیْرًا۝۳۵
بېشکه تهٔ مونږ ډېر ښهٔ وینې ۔ ف۲۷
ف۲۷: یعنی تهٔ زمونږ پهٔ حال ښهٔ خبر ئ هر څهٔ وینې ، ګورې ، اورې ۔ کوم سوالونه چې زهٔ کوم دا هم اورې ۔ اؤ دا هم درته معلومه ده چې دا خبرې زمونږ دپاره څومره ضروری دی ۔ کهٔ تهٔ زمونږ پهٔ حال خبر نهٔ وې نو دَ رسالت دپاره به دې غوره کؤلو نه ۔ اؤ دَ داسې سخت دښمن مقابلې ته به دې نهٔ ودرؤلو ۔ نو اوس دَ داسې سخت دښمن دَ مقابلې دپاره راته سامان هم برابر کړه ۔
قَالَ قَدْ اُوْتِیْتَ سُؤْلَكَ یٰمُوْسٰی۝۳۶
الله ووې درکړی شو تا ته ستا سوالونه اے موسٰی ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی څهٔ چې تا وغوښتل ، ستا سوالونه قبول شو اؤ دا څیزونه دَ الله دَ طرف نه درکړی شو ۔
وَ لَقَدْ مَنَنَّا عَلَیْكَ مَرَّةً اُخْرٰۤیۙ۝۳۷
اؤ مونږ احسان کړے وهٔ پهٔ تا یو ځل مخکښې هم ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی دَ دې نه مخکښې خو مونږ بې ستا غوښتو پهٔ تا غټ غټ احسانونه کړی دی ۔ اؤ پهٔ هر وخت مو ستا دَ فائدې خیال ساتلے دے ۔ نو اوس چې تهٔ یو ضروری څیز غواړې نو ولې به ېٔ نهٔ درکوؤ؟
اِذْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّكَ مَا یُوْحٰۤیۙ۝۳۸
کله چې مونږ حکم واستؤلو ستا مور ته هغه چې مخکښې بیانیږی ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی پهٔ خوب کښې یا دَ بېداریٔ حالت کښې دَ الهام پهٔ طریقه یا دَ هغې زمانې دَ یو نامعلومه نبی پهٔ خلهٔ مو دَ ستا مور ته دا حکم واستؤلو کوم چې وروستو پهٔ تفصیل سره بیانیږی ۔ اَنِ اقْذِ فِیْهِ الخ
تنبیه: دَ وحې کؤلو دَ لفظ نه دَ موسٰیؑ دَ مور نبیّه کېدل نهٔ ثابتیږی ۔ نبی هغه دے چې دَ شریعت دَ احکامو وحې ورته وشی اؤ دَ هغې پهٔ تبلیغ مقرر وی اؤ دلته دا خبره نشته ۔
اَنِ اقْذِفِیْهِ فِی التَّابُوْتِ فَاقْذِفِیْهِ فِی الْیَمِّ فَلْیُلْقِهِ الْیَمُّ بِالسَّاحِلِ یَاْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّیْ وَ عَدُوٌّ لَّهٗ١ؕ وَ اَلْقَیْتُ عَلَیْكَ مَحَبَّةً مِّنِّیْ١ۚ۬ وَ لِتُصْنَعَ عَلٰی عَیْنِیْۘ۝۳۹
دا چې واچؤه دا هلک پهٔ صندوق کښې بیا ېٔ وغورزوه دریاب ته ، بیا به ېٔ دریاب وغورزوی پهٔ غاړه ۔ وچت به ېٔ کړی یو دښمن زما اؤ دَ دې هلک ۔ ف۳۱ اؤ واچؤلو پهٔ تا باندې ما محبت دَ خپل طرف نه ۔ ف۳۲ چې ستا تربیت وشی زما دَ سترګو وړاندې ف۳۳
ف۳۱: موسٰیؑ پهٔ هغه زمانه کښې پیدا شوے وهٔ چې فرعون دَ بنی اسرائیلو دَ وړو هلکانو دَ قتل کؤلو حکم ورکړے وهٔ نو دَ موسٰیؑ دَ حفاظت دپاره الله پاک دَ هغهٔ مور ته دا حکم ورکړو چې دا وړوکے پهٔ یو صندوق کښې واچوه اؤ صندوق پهٔ دریاب کښې پرېږده ۔ دریاب به ېٔ زما پهٔ حکم پهٔ حفاظت سره غاړې ته وباسی ۔ هلته نه به ېٔ یو سړے پورته کړی چې هغه زما هم دښمن دے اؤ دَ دې وړوکی هم دښمن دے ۔ پهٔ دغه کال فرعون ته نجومیانو وئیلی وو چې بنی اسرائیلو کښې به یو هلک پیدا کیږی چې دَ هغهٔ دَ لاسه به ستا حکومت اؤ قوم تباه کیږی ۔ نو هغهٔ حکم وکړو چې نن نه پس پهٔ بنی اسرائیلو کښې کوم هلکان پیدا کیږی هغه دَ پیدا کېدو سره قتل کویٔ اؤ جونه پرېږدیٔ چې لوئے شی زمونږ خدمت به کوی ۔ پهٔ دغه ورځو کښې موسٰیؑ پیدا شو نو دَ مور سره ېٔ غم شو چې کهٔ دَ فرعون سپاهیان خبر شو نو قتل به ېٔ کړی اؤ مونږ به هم تنګوی چې حال مو ولې نهٔ وې ۔ پهٔ دغه وخت ورته دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه دا الهام وشو ۔ دَ موسٰیؑ مور صندوق دریاب کښې واچؤلو ۔ دَ دریاب نه یو نهر دَ فرعون پهٔ باغ کښې بهېدو ۔ صندوق پهٔ هغې کښې روان شو اؤ دَ فرعون پهٔ باغ کښې یوې غاړې ته ولګېدو ۔ دَ فرعون ښځې حضرت آسیه بی بی چې ډېره پاکه ښځه وه ، دا صندوق را واخستو ۔ وړوکے ېٔ ترې راپورته کړو ۔ فرعون ته ېٔ وښیٔلو چې وګوره څنګه ښائسته ماشوم دے ۔ مونږ به ېٔ پهٔ ځوی ونیسو (متبنّٰی پهٔ ېٔ کړو) فرعون چې ولیدو خوښ ېٔ شو اګرچې پهٔ ځوی نیولو نه ېٔ انکار وکړو ۔ خو دَ آسیې بی بی دَ خاطره ېٔ دَ اولاد پهٔ شان پهٔ مینه محبت لوئے کړو ۔ دغه شان دَ الله تعالیٰ دَ کامل قدرت اؤ لوی حکمت یوه نمونه څرګنده شوه (چې فرعون دَ چا پهٔ وجه دَ بنی اسرائیلو ټول واړهٔ قتل کؤل الله پاک دَ هغهٔ پرورش هم دَ دهٔ پهٔ محل کښې اؤ دَ دهٔ پهٔ لاس وکړو) ۔
تنبیه: فرعون ته الله پاک خپل دښمن ځکه ووې چې دَ حق دښمن وهٔ اؤ دَ الله پهٔ مقابله کښې ېٔ دَ خپلې خداییٔ دعویٰ کؤله ۔ اؤ دَ موسٰیؑ دښمن ېٔ ورته ځکه ووې چې دَ بنی اسرائیلو دښمن وهٔ اؤ مخکښې بیا خاص دَ موسٰیؑ سره ېٔ هم څرګنده دښمنی کؤله ۔
ف۳۲: یعنی مونږ دَ خپل طرف نه (۱) دَ مخلوق پهٔ زړهٔ کښې دَ ستا سره مینه واچؤله چې چا به لیدې نو محبت به ېٔ درسره کؤلو ۔ خوږ به پرې لګېدې ۔ (۲) یا خپله خاصه مینه مو تا ته درکړه چې دَ الله محبوب شوې ۔ اؤ څوک چې دَ الله محبوب وی خلق ورسره خامخا محبت کوی ۔
ف۳۳: یعنی دَ خلقو پهٔ زړونو کښې مو ستا محبت پهٔ دې غرض واچؤلو چې ستا پرورش پهٔ خپله خاصه نګرانیٔ کښې وکړی ۔ چې دَ داسې سخت دښمن پهٔ کور کښې هم تا ته څوک پورته ونهٔ شی کتې ۔
اِذْ تَمْشِیْۤ اُخْتُكَ فَتَقُوْلُ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی مَنْ یَّكْفُلُهٗ١ؕ فَرَجَعْنٰكَ اِلٰۤی اُمِّكَ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَ لَا تَحْزَنَ١ؕ۬ وَ قَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّیْنٰكَ مِنَ الْغَمِّ وَ فَتَنّٰكَ فُتُوْنًا١۫۬ فَلَبِثْتَ سِنِیْنَ فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ١ۙ۬ ثُمَّ جِئْتَ عَلٰی قَدَرٍ یّٰمُوْسٰی۝۴۰
کله چې روانه شوه ستا خور ، وې وئیل آیا زهٔ وښیٔم تاسو ته داسې بنده چې (دَ دې هلک) پالنه وکړی ۔ بیا مو تهٔ واپس کړې خپلې مور ته چې یخې شی دَ هغې سترګې اؤ غم نهٔ کوی ۔ ف۳۴ اؤ قتل کړو تا یو کس بیا بچ کړې مونږ تهٔ دَ غم نه ف۳۵ اؤ ازمېښت مو وکړو پهٔ تا لږ غوندې ازمېښت ، ف۳۶ بیا تا استوګه وکړه پهٔ مدین کښې څو کاله ، بیا راغلې تهٔ پهٔ یوه مقرره نېټه اے موسٰی ۔ ف۳۷
ف۳۴: دَ موسٰیؑ مور چې صندوق اوبو ته واچؤلو نو ډېره خفه زهیره وه چې الله خبر وړوکی ته به څهٔ پېښیږی ۔ دَ موسٰیؑ خور ته ېٔ ووې چې تهٔ پټه پټه پته ولګوه چې صندوق څهٔ شو اؤ وړوکی باندې څهٔ تېر شو ۔ هلته قدرت دا نتظام وکړو چې موسٰیؑ چې آسیې بی بی پهٔ خپل تربیت کښې واخستو نو هغهٔ دَ پردۍ ښځې سینه نهٔ خوړه ۔ ډېرې دایانې ورته راغلې خو هېڅوک کامیابې نهٔ شوې ۔ دَ موسٰیؑ خور چې پهٔ تلاش کښې وه پهٔ دې خبرو خبره شوه چې وړوکے روغ جوړ دے خو پردی پئ نهٔ څښی نو آسیې بی بی ته ېٔ ووې زهٔ به درته داسې ښځه راولم چې دې به ېٔ سینه واخلی اؤ دا وړوکے به پهٔ خپله سینه لوئے کړی ۔ هغې ورته ووې لاړه شه راوله ۔ دا لاړه خپله مور ېٔ ورته راوسته ۔ هغې چې وړوکے غېږ کښې واخستو سینې ته ېٔ جخت کړو نو هلک سینه پهٔ خلهٔ کړه ۔ دَ فرعون پهٔ کور کښې لویه خوشی جوړه شوه ۔ دَ موسٰیؑ مور ورته ووې زهٔ دَ وړوکی دپاره دلته نهٔ شم وسېدې کهٔ تاسو اجازت راکویٔ نو کور ته به ېٔ بوځم اؤ پهٔ ښهٔ شان به ېٔ پالنه اؤ حفاظت کوم ۔ فرعون اجازت ورکړو اؤ پهٔ خپل کور ېٔ ورته دَ وړوکی دَ پرورش دپاره وظیفه مقرر کړه اؤ نور ېٔ هم ډېر انعام ورکړو ، ډېره پهٔ عزت ېٔ را رخصت کړه ۔
ف۳۵: دا قصه پهٔ سورتِ قصص کښې پهٔ تفصیل سره راشی ۔ خلاصه ېٔ دا ده چې ځلمے شو نو دَ هغهٔ دَ لاسه یو قبطی (دَ فرعون دَ قوم یو سړے) قتل شو ۔ موسٰیؑ سره خطره شوه چې دنیا کښې به هم کهٔ ګرفتار شوم سزا راکړې شی اؤ آخرت کښې به هم الله پاک دَ دې سزا راکوی ۔ آخر الله پاک دَ دواړو پریشانو نه بې غمه کړو ۔ دَ آخرت نه پهٔ دې طریقه چې الله پاک ېٔ توبه قبوله کړه اؤ دا غلطی ېٔ ورته معاف کړه اؤ دَ دنیا نه پهٔ دې شان چې دَ مصر نه لاړو مدین ته ۔ دَ شعیبؑ سره دېره شو اؤ هغهٔ ورته خپله لور پهٔ نکاح ورکړه ۔ څو کاله پس چې مصر ته راتلو نو پهٔ لار کښې ورته پهٔ کوهِ طور نبوت ورکړې شو ۔ دَ تبلیغ اؤ فرعون سره دَ مقابلې کار دې ځائې نه شروع شو ۔
ف۳۶: یعنی الله تعالیٰ تا باندې هر قسم ازمېښت وکړو اؤ چې پهٔ ازمېښت کښې کره وختې نو بیا ېٔ نبوت درکړو ۔ پهٔ دې موقع مفسرانو دَ حدیث الفتون پهٔ عنوان دَ ابن عباسؓ نه یو طویل روایت نقل کړے دے ۔ دَ هغې متعلق حافظ ابن کثیرؒ لیکی چې دې کښې اکثره حصه دَ اسرائیلیاتو ده اؤ سند ېٔ هم پوره رسېدلې نهٔ دے (یعنی دا حدیث پوره قابلِ اعتبار نهٔ دے) ۔
ف۳۷: یعنی اوس چې دَ مدین نه را روان شوې نو لار دې خطا کړه اؤ قسمت دلته را ورسؤلې ۔ دا خبرې به دَ ستا پهٔ خیال خاطر کښې هم نهٔ وې ۔
خدا کی دین کا موسٰی سے پوچھیئے احوال
کہ آگ لینے کو جائے پیغمبری مل جائے
وَ اصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِیْۚ۝۴۱
اؤ غوره کړې ما تهٔ دَ خپل ځان دپاره ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی څنګه چې زما خوښه وه هغه شان مې ستا تربیت وکړو اؤ دَ رسالت اؤ وحې دپاره مې تیار کړې ۔
اِذْهَبْ اَنْتَ وَ اَخُوْكَ بِاٰیٰتِیْ وَ لَا تَنِیَا فِیْ ذِكْرِیْۚ۝۴۲
لاړ شه تهٔ اؤ ستا ورور زما دَ معجزو سره اؤ سستی مهٔ کویٔ زما پهٔ یاد کښې ۔ ف۳۹
ف۳۹: یعنی تهٔ چې دَ کوم کار دپاره تیار کړې شوے وې دَ هغې وخت اوس راغلو ۔ دَ خپل ورور هارونؑ سره اوس خپل کار شروع کړه ۔ کوم دلیلونه اؤ معجزې چې درکړې شوے دی دَ ضرورت پهٔ وخت هغې نه کار راخله ۔ مخکښې موسٰیؑ پهٔ دعا کښې وئیلی وو ۔ کَیْ نُسَبِّحَكَ کَثِیْرًا وَّ نَذْکُرَكَ کَثِیْرًا ۔
چې مونږ به ستا ډېره ډېره تسبیح وایو اؤ ډېر ډېر به دې یادوؤ نو پهٔ (وَلَا تِنِیَا فِیْ ذِکْرِیْ) کښې ورته دَ دغې وعدې یادګیرنه وشوه ۔ چې اوس کار شروع کړیٔ اؤ زما پهٔ یادو کښې سستی مهٔ کویٔ ۔ یعنی تبلیغ کښې چست شیٔ اؤ پهٔ دغه وخت دَ الله ذکر ډېر ډېر کویٔ ۔ دغه دَ الله دَ دوستانو دپاره دَ کامیابیٔ وسیله اؤ دَ دښمن دَ مقابلې دپاره زبردسته وسله ده ۔
اِذْهَبَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰیۚۖ۝۴۳
ورشیٔ فرعون ته بېشکه هغهٔ ډېر سر وچت کړے دے ۔ ف۴۰
ف۴۰: اول تش دَ کار شروع کؤلو اؤ تبلیغ پسې روانېدو حکم وهٔ ۔ اوس ورته وښیٔلی شو چې چرته لاړ شیٔ اؤ چا ته تبلیغ وکړیٔ ۔ دا جمله دَ مخکښې خبرو دپاره تمهید دے ۔
فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّیِّنًا لَّعَلَّهٗ یَتَذَكَّرُ اَوْ یَخْشٰی۝۴۴
نو وکړیٔ هغهٔ سره نرمې خبرې ، شاید چې سوچ وکړی یا وویریږی ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ وعظ اؤ نصیحت ډېر پهٔ سړه سینه ، ډېر پهٔ نرمیٔ اؤ پهٔ خوږو خبرو شروع کړیٔ ۔ اګرچې هغه ډېر سرکش اؤ کبرژن دے ۔ خو بیا هم ممکنه ده چې ستاسو پهٔ نرمو خبرو څهٔ سوچ وکړی اؤ پهٔ خبره پوهه شی اؤ یا دَ الله دَ قهر اؤ غضب نه وویریږی اؤ نصیحت قبول کړی ۔ دَ دې آیت نه دَ تبلیغ کؤنکیو دپاره یوه غټه قاعده معلومیږی چې تبلیغ کښې سختی نهٔ ده پکار بل ځائې کښې هم ارشاد دے ”اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّكَ بَالْحِکْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ ھِیَ اَحْسَنُ ۔“ (خلق راغواړه دَ الله لارې ته ډېر پهٔ حکمت اؤ بهترین نصیحت اؤ دَ دوی سره بحث کوه ډېر پهٔ ښهٔ طریقه) (سوره نحل ، رکوع ۱۶)
یعنی کج بحثی اؤ سختې خبرې دَ تبلیغ کار کښې خنډ اچوی ۔
قَالَا رَبَّنَاۤ اِنَّنَا نَخَافُ اَنْ یَّفْرُطَ عَلَیْنَاۤ اَوْ اَنْ یَّطْغٰی۝۴۵
دوی ووې اے ربه مونږ ویریږو چې مونږ ته به پهٔ قهر شی یا به پهٔ جوش کښې راشی ۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی دا خو به وروستو کتې شی چې هغه دَ الله نه ویریږی اؤ نصیحت منی کهٔ نه فی الحال خو دَ هغهٔ کبر اؤ زور طاقت اؤ زمونږ بې سرو سامانیٔ ته چې کتې شی نو زمونږ سره خو دا غم دے چې زمونږ خبرې ته به غوږ هم کیږدی کهٔ نه ، دَ اورېدو سره به راته دَ قهره سور شین شی اؤ دَ ستا پهٔ شان کښې به بې ادبی وکړی یا به مونږ ته نقصان را ورسوی ۔
تنبیه: دَ موسٰیؑ دَ دعا (دَ حوصلې اؤ فراخه سینې) دَ قبلېدو سره دا خبره منافی نهٔ ده ۔ دَ الله کامل بندګان دَ مصیبت راتلو نه اول ویریږی اؤ دَ الله نه پناه اؤ امداد غواړی اؤ چې کله پرې مصیبت راشی نو بیا ېٔ ښهٔ پهٔ استقلال برداست کوی ۔
قَالَ لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِیْ مَعَكُمَاۤ اَسْمَعُ وَ اَرٰی۝۴۶
الله ووې مهٔ ویرېږیٔ بېشکه زهٔ تاسو سره یم اورم اؤ وینم ۔ ف۴۳
ف۴۳: یعنی ستاسو ترمینځه چې څهٔ خبرې کیږی یا څهٔ واقعات مخکښې پیښیږی زهٔ هغه ټول اورم اؤ وینم اؤ هر وخت زما ملګرتیا اؤ امداد تاسو سره دے څهٔ غم مهٔ کوه ۔
فَاْتِیٰهُ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلَا رَبِّكَ فَاَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ١ۙ۬ وَ لَا تُعَذِّبْهُمْ١ؕ قَدْ جِئْنٰكَ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ١ؕ وَ السَّلٰمُ عَلٰی مَنِ اتَّبَعَ الْهُدٰی۝۴۷
ورشیٔ هغهٔ ته وواییٔ مونږ راستؤلی شوی یو ستا دَ رب دَ طرف نه نو واستوه زمونږ سره بنی اسرائیل ، اؤ هغوی ته تکلیف مهٔ رسوه ۔ ف۴۴ مونږ راغلی یو تا ته ستا دَ رب دَ نښو سره ف۴۵ اؤ سلامتیا ده پهٔ هغه چا چې وې منله دَ لارې خبره ۔
ف۴۴: پهٔ دې مختصره جمله کښې دَ دې غټې خبرې بیان شوے دے ۔
(۱) دَ فرعون اؤ دَ ټول مخلوق یو رب دے چې مخلوق ته رسولان راستوی ۔
(۲) مونږ دواړه دَ هغه رب رسولان یو نو تهٔ زمونږ خبره ومنه اؤ دَ خپل رب فرانبردار شه۔ دغه خبره پهٔ سورتِ نازعات کښې پهٔ دې طریقه بیان شوے ده ۔ فَقُلْ ھَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَکّٰی وَ اَھْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی (ورته ووایه آیا ستا دا شوق شته چې ځان پاک کړې کهٔ دا شوق دې وی نو زهٔ به درته لار وښایٔم بیا به تهٔ دَ خپل رب نه وویرېږې اؤ دا کبر اؤ لوئی به درنه ووځی)
(۳) دریٔم څیز چې دَ دې وخت اهم ضرورت وهٔ یعنی بنی اسرائیل دَ فرعون دَ ظلم نه خلاصؤل مطلب دا چې دې شریف قوم باندې زیاتے مهٔ کوه اؤ دَ غلامانو پهٔ شان ېٔ پهٔ ذلت کښې مهٔ ساته ۔
ف۴۵: یعنی زمونږ دَ رسالت دعویٰ بې دلیله نه ده ، دَ خپل رب دَ طرف نه مو دَ خپل صداقت دپاره څرګندې نخښې راوړی دی ۔
اِنَّا قَدْ اُوْحِیَ اِلَیْنَاۤ اَنَّ الْعَذَابَ عَلٰی مَنْ كَذَّبَ وَ تَوَلّٰی۝۴۸
بېشکه مونږ ته دا حکم شوے دے چې عذاب پهٔ هغه چا دے چې دروغ وائی اؤ مخ ګرځوی ۔ ف۴۶
ف۴۶: یعنی څوک چې زمونږ خبره ومنی اؤ پهٔ سمه لار روان شی دَ هغهٔ دپاره دواړه جهانه کښې کامیابی ده اؤ چا چې ترېنه مخ واړؤلو دَ هغهٔ دپاره عذاب یقینی دے ۔ پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې وی اؤ کهٔ یواځې پهٔ آخرت کښې وی ۔ نو اوس خپل انجام ته فکر وکړیٔ اؤ چې کومه لار مو خوښه وی پهٔ هغې روان شیٔ ۔
قَالَ فَمَنْ رَّبُّكُمَا یٰمُوْسٰی۝۴۹
ووې فرعون څوک دے رب ستاسو اے موسٰی ۔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی تهٔ چې دَ کوم رب رسول ئ هغه څوک دے؟ اؤ چرته دے؟ دَ دې سوال نه معلومیږی چې فرعون دهری وهٔ یعنی دَ الله دَ وجود نه انکاری وهٔ اؤ کېدے شی چې هسې دَ موسٰیؑ دَ تنګؤلو دپاره ېٔ داسې تپوس کړے وی ۔
قَالَ رَبُّنَا الَّذِیْۤ اَعْطٰی كُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهٗ ثُمَّ هَدٰی۝۵۰
موسٰی ووې ، رب زمونږ هغه دے چې ور ېٔ کړو هر څیز ته دَ هغې شکل ، بیا ېٔ لار وښیٔله ۔ ف۴۸
ف۴۸: یعنی هر څیز ته ېٔ دَ هغهٔ دَ استعداد موافق شکل شباهت ، طاقتونه اؤ خاصیتونه ورکړل اؤ پهٔ کمالِ حکمت سره څنګه چې ېٔ جوړؤل مناسب وو هغه شان ېٔ جوړ کړهٔ۔ بیا پهٔ مخلوقات کښې دَ هر څیز دَ بقاء اؤ وجود دپاره چې دَ کوم سامان ضرورت وهٔ هغه ېٔ ورته تیار کړو اؤ هر څیز ته ېٔ دَ خپلو جسمانی اؤ روحانی طاقتونو نه کار اخستو چل وښیٔلو ۔ بیا ېٔ دَ داسې مضبوط اؤ محکم نظام پهٔ ښیٔلو مونږ ته هم دا هدایت وکړو چې دَ مصنوعاتو دَ وجود نه دَ صانع وجود څنګه ثابتؤلے شی؟
قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُوْنِ الْاُوْلٰی۝۵۱
ووې فرعون بیا څهٔ حقیقت دے دَ تېرو قومونو ۔ ف۴۹
ف۴۹: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ وجود چې تا کوم مضبوط دلیلونه بیان کړل کهٔ دا حق اؤ رښتیا وی نو دَ تېرو قومونو پهٔ باره کښې راته څهٔ ووایه چې دَ داسې واضحه دلیلونو نه پس هم هغوی ولې حق نهٔ منلو ۔ کهٔ تهٔ پهٔ رښتیا پېغمبر ئ نو تا ته به دَ زړو قومونو حالات معلوم وی ۔ دا ګډې وډې خبرې فرعون پهٔ دې غرض کؤلے چې دَ موسٰیؑ دَ تبلیغ اؤ تقریر سلسله ګډه وډه کړی اؤ وخت پهٔ بې کاره خبرو تېر شی ۔ هسې نه چې پهٔ حاضرینو کښې پهٔ چا باندې دَ موسٰیؑ دلائل اثر وکړی ۔ موسٰیؑ دَ دې مختصر غوندې ځواب ورکړو ۔ چې دَ تقریر تسلسل خراب نهٔ شی ۔ صفا ېٔ ورته ووې چې دا ضروری نهٔ ده چې پېغمبر دې پهٔ هر څهٔ خبر وی ۔ دَ هر قوم حالات پهٔ تفصیل سره ټول الله پاک ته معلوم دی اؤ دَ هغهٔ دَ معلوماتو پهٔ کتاب لوحِ محفوظ کښې لیکلی پراتهٔ دی ۔ دَ الله دَ کامل علم نه نهٔ خو پهٔ ابتداء کښې څهٔ شے پاتې کېدے شی اؤ نهٔ دَ علم نه پس بیا هېرېدې شی ۔ کوم کارونه چې کوم قوم پهٔ کوم وخت کښې کړی دی دَ هغې ټولو به دَ ټولو سره دَ ذرې ذرې حساب کیږی ۔ هر څهٔ لیکلی پراتهٔ دی پهٔ خپله موقع به ورته وښیٔلی شی ۔
قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ فِیْ كِتٰبٍ١ۚ لَا یَضِلُّ رَبِّیْ وَ لَا یَنْسَی٘۝۵۲
ووې موسٰی دَ هغوی حال زما دَ رب سره لیکلے دے ۔ نهٔ خطا کیږی زما رب اؤ نهٔ هېروی ۔
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّ سَلَكَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا وَّ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً١ؕ فَاَخْرَجْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْ نَّبَاتٍ شَتّٰی۝۵۳
هغه دے چې جوړه کړے ېٔ ده ستاسو دپاره زمکه فرش اؤ چلؤلے ېٔ دی پهٔ دې کښې ستاسو دپاره لارې ف۵۰ اؤ راتوې ېٔ کړې دَ آسمان نه اوبهٔ ۔ بیا را ویستې دی مونږ پهٔ دې (اوبو) قسم قسم سبزیٔ ۔ ف۵۱
ف۵۰: یعنی دَ غرونو ، کندو اؤ سیندونو ترمینځه ېٔ پهٔ زمکه دَ یو ځائې نه بل ځائې ته رسېدو دپاره لارې جوړې کړی دی ۔
ف۵۱: یعنی دَ اوبو پهٔ ذریعه ېٔ دَ زمکې نه قسم قسم سبزیٔ ، غلې اؤ مېوې پیدا کړې ۔
كُلُوْا وَ ارْعَوْا اَنْعَامَكُمْ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی۠۝۵۴
خوریٔ اؤ څرویٔ خپل څاروی ۔ ف۵۲ بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی دَ عقل مندو دپاره ۔ ف۵۳
ف۵۲: چې پهٔ دې ټولو کښې ښهٔ څیزونه تاسو خپله وخوریٔ اؤ باقی پاتې څاروؤ ته ورکړیٔ دَ کومو پهٔ محنت چې تاسو دا څیزونه حاصلویٔ ۔
ف۵۳: پهٔ دې آیتونو کښې دَ الله تعالیٰ پهٔ وجود اؤ توحید دلیلونه دی اؤ دَ دهریانو دپاره تنبیه ده چې کهٔ عقل درکښې وې نو دَ دنیا پهٔ دې محکم نظام غور و فکر وکړیٔ ۔ دا دومره تړلے اؤ مضبوط نظام چې دَ هر ضرورت خیال پکښې ساتلې شوے دے څهٔ اتفاقی کار نهٔ دے بلکې دَ یو لوی حکیم اؤ عظیم تدبیر مالکې هستیٔ دا نظام پهٔ داسې محکمه طریقه جوړ کړے دے ۔ دَ توحید نه پس بیا دَ آخرت ذکر دے ۔
مِنْهَا خَلَقْنٰكُمْ وَ فِیْهَا نُعِیْدُكُمْ وَ مِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً اُخْرٰی۝۵۵
هم دَ دغه زمکې مونږ تاسو پیدا کړی یئ اؤ دې ته به مو بیا واپس کوؤ ۔ اؤ دَ دې نه به مو بیا را وباسو پهٔ دویٔم ځل ۔ ف۵۴
ف۵۴: دَ ټولو بنیادمو نیکهٔ آدمؑ دَ خاورې نه پیدا شوے دے ۔ بیا پهٔ کومو خوراکونو چې دَ بنیادم پرورش کیږی هغه هم دَ خاورې نه پیدا کیږی ۔ دَ مرګ نه پس بیا بنیادم پهٔ خاورو کښې روست شی اؤ دَ خاورو سره خاورې شی ۔ دَ حشر پهٔ ورځ به دَ بنیادم دغه اجزاء کوم چې خاورو کښې خوارهٔ وارهٔ شوی وی دوباره راغونډ کړې شی اؤ بنیادم به دَ قبر نه ژوندے راپورته شی۔ (دَ خپل عمل دَ بدلې موندو دپاره به دَ الله پهٔ دربار کښې حاضر شی)۔
وَ لَقَدْ اَرَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَ اَبٰی۝۵۶
اؤ مونږ وښیٔلې فرعون ته خپلې ټولې نښې ، هغهٔ دروغ وګڼلې اؤ وېٔ نهٔ منلې ۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی کوم معجزات چې هغهٔ ته ښیٔل منظور وو هغه ټول ورته وښیٔلی شو (لکه دَ همسا اؤ یدِ بیضاء وغېره معجزې) خو هغې بدبخته بیا هم یقین ونهٔ کړو ۔
قَالَ اَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ اَرْضِنَا بِسِحْرِكَ یٰمُوْسٰی۝۵۷
وې وئیل تهٔ راغلے ئ مونږ ته چې وباسې مونږ دَ وطن نه دَ جادو پهٔ زور اے موسٰی ، ف۵۶
ف۵۶: دا خبره فرعون دَ خپل قوم قبطیانو ته وکړه چې دَ موسٰیؑ سره ېٔ پهٔ زړهٔ کښې کینه اؤ نفرت پیدا شی چې دَ هغهٔ وعظ پرې اثر ونهٔ کړی ۔ یعنی دَ موسٰیؑ غرض دا معلومیږی چې دَ سِحر پهٔ زور مونږ دَ دې ملک نه وباسی اؤ دَ قبطیانو ټول جائیداد اؤ مال دولت خپل قوم بنی اسرائیلو ته حواله کړی (ظاهره ده چې دَ نفرت نه پس روغې خبرې ته هم څوک غوږ نهٔ ږدی)۔
فَلَنَاْتِیَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهٖ فَاجْعَلْ بَیْنَنَا وَ بَیْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهٗ نَحْنُ وَ لَاۤ اَنْتَ مَكَانًا سُوًی۝۵۸
نو مونږ به راولو ستا مقابلې ته هم دغه شان جادو ، نو مقرر کړه زمونږ اؤ ستاسو ترمینځه یوه نېټه ، چې نهٔ به مونږ خلاف کوؤ دَ هغې اؤ نهٔ تهٔ (دا به وی) پهٔ یو آزاد میدان کښې ، ف۵۷
ف۵۷: یعنی پهٔ دې طریقه ستا کامیابی ګرانه ده ۔ کهٔ ته جادوګر ئ نو زمونږ سره هم غټ غټ جادوګر شته ۔ ښهٔ به دا وی چې تهٔ زمونږ دَ جادوګرو سره دَ مقابلې دپاره یوه ورځ مقرر کړې ۔ داسې پخه وعده وکړې چې نهٔ ترېنه بیا تهٔ خلاف کوے اؤ نهٔ به مونږ کوؤ۔ مقابله پهٔ داسې یو آزاد میدان کښې پکار ده چې دواړه فریقه ېٔ پهٔ آسانیٔ تماشه کؤلے شی اؤ چا ته ورکښې څهٔ تکلیف نهٔ وی ۔
قَالَ مَوْعِدُكُمْ یَوْمُ الزِّیْنَةِ وَ اَنْ یُّحْشَرَ النَّاسُ ضُحًی۝۵۹
ووې موسٰی ستاسو سره وعده ده دَ جشن ورځ اؤ دا چې راجمع شی خلق تر غرمې ۔ ف۵۸
ف۵۸: دَ پېغمبرانو پهٔ کار کښې څهٔ ټګی ټوری اؤ چل ول نهٔ وی ۔ صفا ستره خبره وی ۔ موسٰیؑ ورته ووې ډېره ښهٔ ده پهٔ کومه ورځ چې ستاسو جشن وی دغه دَ جشن میدان ته دَ نمر ختو سره ټول راجمع شیٔ ۔ آزاد میدان اؤ دَ میلې ورځ به وی ، ټول خلق به پهٔ آسانیٔ راجمع شی ۔ هسې هم میلې ته راجمع کیږی چا ته به تکلیف هم نهٔ وی ، رڼا ورځ به وی ، هر څوک به تماشه پهٔ آسانه کؤلے شی اؤ څهٔ شک شبهه یا نامنع به پکښې نهٔ وی ۔ دَ فرعون دَ پیدائش پهٔ ورځ به پهٔ ټول ملک کښې عام جشن اؤ یوه میله کېده ۔ پهٔ دغه ورځ مقررؤلو کښې دا فائده وه چې دَ ګټې بیلات نه به عام خلق بې تکلیفه خبر شی ۔
فَتَوَلّٰی فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَیْدَهٗ ثُمَّ اَتٰی۝۶۰
بیا مخ واړؤلو فرعون راجمع ېٔ کړو خپل ټول مکر بیا راغلو ، ف۵۹
ف۵۹: یعنی دَ دې فیصلې نه پس فرعون دَ مجلس نه پاڅېدو اؤ دَ ساحرانو راجمع کؤلو بندوبست ېٔ شروع کړو اؤ آخر دَ پوره تیاریٔ اؤ پوره طاقت جمع کؤلو نه پس پهٔ ډېر زور اؤ قوت کښې دَ مقابلې میدان ته را ووتو ۔ ساحرانو سره ېٔ دَ غټو غټو انعامونو وعدې کړې وې چې پهٔ هره طریقه چې وی موسٰیؑ ته شکست ورکړی ۔
قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰی وَیْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا فَیُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ١ۚ وَ قَدْ خَابَ مَنِ افْتَرٰی۝۶۱
ووې دوی ته موسٰی تاسو تباه شیٔ دروغ مهٔ جوړویٔ پهٔ الله باندې ، ګنی تباه به مو کړی پهٔ یو آفت ۔ اؤ نامراده شو چا چې دروغ جوړ کړل ۔ ف۶۰
ف۶۰: داسې معلومیږی چې پهٔ دې وخت موسٰیؑ خلقو ته دَ موقعې اؤ دَ حالاتو مناسب وعظ نصیحت کړے وهٔ ۔ جادوګرو دَ حق مقابله دَ جادو پهٔ زور کؤله نو موسٰیؑ هغوی ته نصیحت وکړو چې ګوریٔ ځان پهٔ خپل لاس مهٔ تباه کویٔ ۔ دَ الله دَ نښانو اؤ معجزو پهٔ مقابله کښې جادو پیش کؤل پهٔ الله تعالیٰ دروغ تړل دی ۔ دَ دې نتیجه ښهٔ نهٔ ده ۔ دا خطره ده چې څهٔ آسمانی آفت درباندې راشی اؤ ټول تباه و برباد کړی ۔
فَتَنَازَعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ وَ اَسَرُّوا النَّجْوٰی۝۶۲
بیا پهٔ جګړه شو پهٔ خپل کار کښې پهٔ خپلو کښې ، اؤ پټه صلاح ېٔ وکړه ۔ ف۶۱
ف۶۱: دَ موسٰیؑ خبرو پهٔ ساحرانو اثر وکړو هغوی پوهه شول چې دا خبرې خو دَ جادوګرو نهٔ دی ۔ خپلو کښې ېٔ بحث شروع کړو چې اوس څهٔ وکړو؟ آخر دَ صلاح دپاره دَ ګڼې نه یوې ډډې ته شو ۔ خپل زړهٔ کښې پوهه شو خو دَ فرعون دَ ویرې ېٔ بیا هم دَ مقابلې فیصله وکړه اؤ دا خبرې ېٔ وکړې کومې چې مخکښې آیت کښې بیانیږی۔
قَالُوْۤا اِنْ هٰذٰىنِ لَسٰحِرٰنِ یُرِیْدٰنِ اَنْ یُّخْرِجٰكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَ یَذْهَبَا بِطَرِیْقَتِكُمُ الْمُثْلٰی۝۶۳
نو فیصله ېٔ وکړه چې بېشکه دا دواړه جادوګر دی ، دا غواړی چې وباسی تاسو دَ خپل وطن نه دَ خپل جادو پهٔ زور ، اؤ موقوفې کړی ستاسو ښې طریقې (رواجونه) ف۶۲
ف۶۲: یعنی دَ ستاسو کوم دین اؤ کوم رواجونه چې پخوا راسې را روان دی دغه روانوی اؤ خپل دین اؤ خپل رواجونه جاری کوی اؤ دَ جادو پهٔ زور دَ ستاسو ملک اؤ عزت خرابوی اؤ دا دواړه وروڼه پهٔ ټول ملک خپل حکومت جوړؤل غواړی ۔
فَاَجْمِعُوْا كَیْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوْا صَفًّا١ۚ وَ قَدْ اَفْلَحَ الْیَوْمَ مَنِ اسْتَعْلٰی۝۶۴
نو پهٔ اتفاق مقرر کړیٔ خپل تدبیر ، بیا راشیٔ پهٔ قطار کښې ۔ اؤ بېشکه کامیاب شو نن څوک چې غالب شو ، ف۶۳
ف۶۳: یعنی موقع وپېژنیٔ اؤ هسې وخت مهٔ خرابویٔ ۔ پوره زور اؤ طاقت سره ېٔ مقابلې ته ملا وتړیٔ ۔ دغه موقع ده اؤ دَ فیصلې وخت دے ۔ نن چې څوک کامیاب شو هم هغه ډله به کامیابه وی ۔
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَ اِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَلْقٰی۝۶۵
هغوی ووې اے موسٰی ، یا تهٔ وغوزوه اؤ یا به مونږ شو اول غورزؤنکی ، ف۶۴
ف۶۴: موسٰیؑ بې پروایئ سره زړهٔ ور ځواب ورکړو چې نه اول تاسو خپل زور وښیئ اؤ خپل خپل ټول هنر تمام کړیٔ چې دَ حق غلبه پوره څرګنده شی اؤ پهٔ زړهٔ مو څهٔ ارمان پاتې نهٔ شی ۔ دا قصه پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده دَ هغه ځائې فوائد ورسره وګوریٔ ۔ (پاره ۹ رکوع ۱۳)
قَالَ بَلْ اَلْقُوْا١ۚ فَاِذَا حِبَالُهُمْ وَ عِصِیُّهُمْ یُخَیَّلُ اِلَیْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ اَنَّهَا تَسْعٰی۝۶۶
ووې موسٰی بلکې تاسو وغوزویٔ ، نو بیا ناڅاپه دَ هغوی رسۍ اؤ همساګانې دَ هغهٔ پهٔ خیال کښې داسې راغلې دَ جادو پهٔ زور لکه چې منډې وهی ۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی دَ جادوګرو دَ جادو پهٔ زور خلقو ته داسې ښکارېده لکه دا رسۍ ژوندی ماران وی منډې وهی خو حقیقت داسې نهٔ وهٔ ۔
فَاَوْجَسَ فِیْ نَفْسِهٖ خِیْفَةً مُّوْسٰی۝۶۷
نو ومونده پهٔ خپل زړهٔ کښې ویره موسٰی ۔ ف۶۶
ف۶۶: موسٰیؑ سره دا یره شوه چې هسې نه چې کم عقل عوام خطا شی دَ جادو اؤ سِحر ترمینځه فرق ونهٔ کړې شی نو دَ حق غلبه به واضحه اؤ څرګنده نهٔ شی (یعنی عوام به دا خیال وکړی چې دهٔ دَ لرګی دَ همسا نه مار جوړ کړو اؤ زمونږ جادوګرو دَ رسیو نه ماران جوړ کړل دواړه یو شان جادو دے دَ حقیقت اؤ دَ ټګۍ فرق به ونهٔ کړې شی)
قُلْنَا لَا تَخَفْ اِنَّكَ اَنْتَ الْاَعْلٰی۝۶۸
مونږ ورته ووې مهٔ ویرېږه ، بېشکه هم تهٔ غالب ئ ۔ ف۶۷
ف۶۷: یعنی ویره دَ زړهٔ نه وباسه اؤ دا شکونه مهٔ کوه ۔ الله تعالیٰ حق ته څرګنده غلبه ورکوی (یعنی داسې کار به وشی چې خلق به دَ حق اؤ باطل پهٔ فرق څرګند پوهه شی)۔
وَ اَلْقِ مَا فِیْ یَمِیْنِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوْا١ؕ اِنَّمَا صَنَعُوْا كَیْدُ سٰحِرٍ١ؕ وَ لَا یُفْلِحُ السَّاحِرُ حَیْثُ اَتٰی۝۶۹
اؤ وغوزوه څهٔ چې ستا پهٔ ښی لاس کښې دی چې ونغاړی څهٔ چې دوی جوړ کړی دی ، ف۶۸ دَ دوی جوړ کړی څیزونه خو دَ جادوګرو فریب دے ۔ اؤ نهٔ شی کامیابېدې جادوګر چرته چې دی ۔ ف۶۹
ف۶۸: یعنی خپله همسا پهٔ زمکه وغوزوه اوس به دَ دوی څیزونه راونغاړی اؤ دَ جادو اؤ معجزې فرق به څرګند شی ۔
ف۶۹: یعنی دَ جادوګرو چل ول هر چرته چې وی اؤ هر څومره کهٔ پهٔ ظاهره کامیاب وی دَ حق پهٔ مقابله کښې هېچرته نه شی کامیابېدے اؤ نهٔ چرته جادوګر کامیابېدے شی ۔ پهٔ دې وجه حدیث شریف کښې دَ جادوګر دَ قتل حکم دے ۔
فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ هٰرُوْنَ وَ مُوْسٰی۝۷۰
بیا پرېوتل جادوګر پهٔ سجده باندې ۔ وې وئیل مونږ ایمان راوړو پهٔ رب دَ هارون اؤ موسٰی ۔ ف۷۰
ف۷۰: ساحران خو دَ خپل فن ماهران وو هغوی چې دا تماشه وکړه نو پوهه شو چې دا معامله دَ جادو نهٔ ده دا خو څهٔ بل شان حقیقت دے ۔ زړهٔ کښې ېٔ دَ ایمان رڼا راغله اؤ سمدستی خپل الله ته پهٔ سجده پرېوتل ۔ دا خبره هم پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده ۔
قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ١ؕ اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ١ۚ فَلَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَ اَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ فِیْ جُذُوْعِ النَّخْلِ١٘ وَ لَتَعْلَمُنَّ اَیُّنَاۤ اَشَدُّ عَذَابًا وَّ اَبْقٰی۝۷۱
ووې فرعون آیا تاسو یقین وکړو پهٔ دهٔ مخکښې دَ دې چې ما اجازت درکړے وې ۔ بېشکه دې ستاسو مشر دے چې ښیٔلې ېٔ دے درته جادو ، ف۷۱ نو زهٔ به اوس پرېکړم ستاسو لاسونه اؤ ښپې دَ مخالف طرف نه ف۷۲ اؤ پهٔ سولۍ به مو کړم دَ قجورو پهٔ تنو کښې ۔ ف۷۳ اؤ تاسو ته به معلومه شی چې دَ چا عذاب ډېر سخت اؤ تر ډېره پاتې کېدونکے دے ۔ ف۷۴
ف۷۱: فرعون ورته پهٔ قهر ووې ۔ زما نه مو بې اجازته ایمان راؤړو؟ معلومیږی داسې چې دَ ستاسو اؤ دَ موسٰیؑ سره صلاح وه ۔ دا مو مشر استاذ دے اؤ مونږ ته مو چل جوړ کړے دے ۔ دا ټوله مقابله دَ چل ول ده ۔
ف۷۲: یعنی ښې لاس اؤ ګسه ښپه یا ګس لاس اؤ ښیٔ ښپه ۔
ف۷۳: اوس مو پهٔ دې ځائې پهٔ ونو کښې اویزاندؤم چې خلق درنه عبرت واخلی اؤ بل څوک داسې جرأت ونهٔ کړې شی ۔
ف۷۴: یعنی دَ ستاسو دا خیال دے چې مونږ ایمان راؤړو نو دَ عذاب نه خلاص شو اؤ فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم به پهٔ دائمی عذاب کښې پراتهٔ وی نو اوس درته ښیئم چې څوک پهٔ عذاب شو اؤ څوک بچ دی؟
قَالُوْا لَنْ نُّؤْثِرَكَ عَلٰی مَا جَآءَنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَ الَّذِیْ فَطَرَنَا فَاقْضِ مَاۤ اَنْتَ قَاضٍ١ؕ اِنَّمَا تَقْضِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَاؕ۝۷۲
هغوی ووې مونږ تا زیات نهٔ ګڼو پهٔ هغه چې مونږ ته رارسېدلی دی صفا واضح دلیلونه ۔ اؤ پهٔ هغه هستیٔ چې مونږ ېٔ پیدا کړی یو ، نو تهٔ وکړه څهٔ چې کوے ۔ نهٔ خو به کوے دَ دې دنیا پهٔ ژوند کښې ،
اِنَّاۤ اٰمَنَّا بِرَبِّنَا لِیَغْفِرَ لَنَا خَطٰیٰنَا وَ مَاۤ اَكْرَهْتَنَا عَلَیْهِ مِنَ السِّحْرِ١ؕ وَ اللّٰهُ خَیْرٌ وَّ اَبْقٰی۝۷۳
مونږ یقین کړے دے پهٔ رب چې وبخښی مونږ ته زمونږ ګناهونه ، اؤ دا چې راباندې پهٔ زور کړے دغه ف۷۵ جادو اؤ الله بهتر دے اؤ همېشه باقی پاتې کېدونکے ، ف۷۶
ف۷۵: یعنی مونږ دَ ستا پهٔ وینا داسې صفا اؤ واضح دلیلونه نهٔ شو پرېښودے اؤ دَ خپل خالق پهٔ مقابله کښې ستا هېڅ پرواه نهٔ لرو ستا چې څهٔ زړهٔ غواړی هغه وکړه ۔ تهٔ خو زیات نه زیات دا کؤلے شې چې زمونږ دا فانی ژوند ختم کړې ۔ نو مونږ دَ وخته دَ دې ژوند پهٔ مقابله کښې دَ آخرت ژوند غوره کړے دے ۔ دَ دې ژوند پهٔ ختمېدو مو هېڅ پرواه نشته خو دا تمنا مو ده چې خپل خالق رانه راضی شی اؤ ګناهونه راته معاف کړی، خاص بیا دا ګناه چې دَ ستا پهٔ وینا مو دَ حق پهٔ مقابله کښې جادو پیش کړو ۔ وائی چې جادوګر دَ موسٰیؑ دَ وعظ نه پوهه شوی وو چې دا خبرې دَ جادوګرو نهٔ دی ، دې چې څهٔ وائی دا حق دی ۔ خو دَ فرعون دَ ویرې بیا مقابلې ته ودریدلی وو ۔
ف۷۶: یعنی دَ کامیابیٔ نه پس چې تا کوم انعام مونږ ته راکؤلو دَ هغې نه بهتر اؤ پائیدار اجر الله تعالیٰ مؤمنانو ته ورکوی ۔
اِنَّهٗ مَنْ یَّاْتِ رَبَّهٗ مُجْرِمًا فَاِنَّ لَهٗ جَهَنَّمَ١ؕ لَا یَمُوْتُ فِیْهَا وَ لَا یَحْیٰی۝۷۴
خبره هم دا ده چې څوک لاړ شی رب ته ګنهګار ، نو دَ هغهٔ دپاره دوزخ دے چې نهٔ به مری پکښې اؤ نهٔ به پائی ۔ ف۷۷
ف۷۷: یعنی بنده ته پکار دی چې اول دَ آخرت فکر وکړی اؤ دَ چا پهٔ وینا دَ الله نافرمانی نهٔ کوی ۔ دَ هغهٔ دَ مجرم انجام ډېر خراب دے چې پهٔ هېڅ شان ترې خلاصے نشته ۔ دَ دنیا تکلیف خو هر څومره کهٔ سخت وی پهٔ مرګ ترې بنده خلاص شی خو کافرو ته به دوزخ کښې مرګ هم نهٔ راځی ۔ نهٔ به مری چې دَ سختې نه خلاص شی اؤ نهٔ به ېٔ ژوند دَ ژوند پهٔ شان وی ۔ دَ دې ژوند نه به زر ځله پهٔ مرګ خوشحاله وی خو مرګ به ورته نهٔ راځی ۔
وَ مَنْ یَّاْتِهٖ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصّٰلِحٰتِ فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الدَّرَجٰتُ الْعُلٰیۙ۝۷۵
اؤ څوک چې حاضر شو هغهٔ ته ایماندار چې نیک کارونه ېٔ کړی دی نو دَ داسې دپاره درجې دی وچتې ،
جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ وَ ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا مَنْ تَزَكّٰی۠۝۷۶
باغونه دی دَ همېشه وسېدو چې بهیږی ترې لاندې نهرونه ، همېشه به وسی پهٔ دې کښې ، ف۷۸ اؤ دا بدله ده دَ هغه چا چې پاک دی ، ف۷۹
ف۷۸: دَ ګنهګارو پهٔ مقابله کښې دا دَ پرهېزګارو انجام ښیٔلی شی ۔
ف۷۹: یعنی دَ ګنده خیالاتو ، خرابو عقیدو اؤ ناکاره کارونو نه پاک دی ۔
وَ لَقَدْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی١ۙ۬ اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْ فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِیْقًا فِی الْبَحْرِ یَبَسًا١ۙ لَّا تَخٰفُ دَرَكًا وَّ لَا تَخْشٰی۝۷۷
اؤ مونږ حکم واستؤلو موسٰی ته چې دَ شپې وباسه ځان سره زما بندیان ۔ نو جوړه کړه دوی ته پهٔ سمندر کښې لار وچه ۔ مهٔ خطره کوه دَ راګېرېدو نه اؤ مهٔ ویرېږده دَ ډوبېدو نه ،
فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُوْدِهٖ فَغَشِیَهُمْ مِّنَ الْیَمِّ مَا غَشِیَهُمْؕ۝۷۸
بیا ورپسې روان شو فرعون سره دَ خپل لښکره ، نو پټ کړل دوی دَ اوبو چپو څنګه چې ېٔ پټ کړل ۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی کله چې فرعون پهٔ مقابله کښې ماتې وخوړه ، جادوګرو ایمان راؤړو ۔ بنی اسرائیلو پرې وګټله اؤ ډېر کاله موسٰیؑ وعظ نصیحت وکړو اؤ معجزې ېٔ څرګندې کړې بیا هم نهٔ فرعون ایمان راؤړو اؤ نهٔ ېٔ بنی اسرائیلو ته پهٔ خوښه آزادی ورکؤله نو الله تعالیٰ موسٰیؑ ته حکم وکړو چې دَ دوی نه نوره دَ خیر طمع نشته ۔ تهٔ ټول بنی اسرائیل راجمع کړه اؤ دَ شپې شپې دَ مصر نه هجرت وکړه ۔ دَ بنی اسرائیلو غلامی به پهٔ دې طریقه ختمیږی ۔ مخې ته به درته سمندر راشی ۔ خو دَ ستا غوندې لوی پېغمبر پهٔ مخکښې دَ سمندر موجونه هېڅ هم نهٔ وی ۔ دَ قوم دپاره پهٔ سمندر کښې وچه لاره جوړه کړه اؤ دوی ورباندې پورې باسه چې نهٔ ېٔ پهٔ اوبو کښې دَ ډوبېدو خطره وی اؤ نهٔ ورپسې فرعونیان راتلې شی ۔ نو موسٰیؑ چې بنی اسرائیلو سره دَ سمندر غاړې ته ورسېدو دَ الله پهٔ حکم ېٔ سمندر ته پهٔ خپله همسا ګوزار ورکړو اوبهٔ وشلېدې ، پهٔ مینځ کښې وچه زمکه ښکاره شوه ۔ دَ سمندر اوبهٔ دَ الله پهٔ حکم دواړه طرف ته لکه دَ غرونو ودرېدې ۔ فَانْفَلَقَ فَکَانَ کُلُّ فِرْقٍ کَالطَّوْدِ الْعَظِیْم ۔ (سمندر دوه ټکړې شو اؤ هره ټکړه لکه دَ غټ غر ودرېده) اؤ پهٔ مینځ کښې ېٔ فراخه لاره جوړه شوه ۔ بنی اسرائیل پرې پورې وتل اؤ چې دَ فرعون لښکر ورپسې راورسېدو اؤ پهٔ دغه لار ورپسې را روان شو نو دَ الله پاک پهٔ حکم اوبهٔ بیا را یو ځائې شوې ۔
وَ اَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهٗ وَ مَا هَدٰی۝۷۹
اؤ ګمراه کړو فرعون خپل قوم اؤ روان ېٔ نهٔ کړو پهٔ سمه لار ۔ ف۸۱
ف۸۱: یعنی فرعون دعوې خو ډېرې کؤلے خپل قوم ته ېٔ وې موسٰیؑ مو تباه کوی اؤ زهٔ درته سمه لار ښیٔم ۔ ”وَمَاۤ اَھْدِیْکُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَاد “ اوس وګوریٔ څنګه ښهٔ لار ېٔ ورته وښیٔله؟ (چې دَ ټولو نه پهٔ یو ځائې خلاص شو) څهٔ حال چې ېٔ دنیا کښې شو دغه به ېٔ آخرت کښې هم وی ۔ دلته ېٔ ټول قوم پهٔ سمندر لاهو کړو ۔ هلته به ټول دوزخ ته وغوزوی ۔ یَقْدُمُ قَوْمَهٗ یَوْمَ الْقِیَامَةِ فَاَوْرَدَھُمُ النَّارُ (سوره هود ، رکوع۹) (دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ خپل قوم نه مخکښې روان وی نو دوزخ ته به ېٔ وغوزوی) ۔
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ قَدْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَ وٰعَدْنٰكُمْ جَانِبَ الطُّوْرِ الْاَیْمَنَ وَ نَزَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَ السَّلْوٰی۝۸۰
اے بنی اسرائیلو ، خلاص کړیٔ مونږ تاسو دَ دښمنانو نه ، اؤ وعده مو مقرره کړه تاسو سره دَ کوهِ طور ښے اړ خ ، اؤ راکوز مو کړل تاسو ته من اؤ سلویٰ ۔
كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ وَ لَا تَطْغَوْا فِیْهِ فَیَحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبِیْ١ۚ وَ مَنْ یَّحْلِلْ عَلَیْهِ غَضَبِیْ فَقَدْ هَوٰی۝۸۱
خوریٔ پاک څیزونه چې رزق درکړے مونږ تاسو ته اؤ مهٔ کویٔ زیاتے ف۸۲ پهٔ دې کښې ګنی را به شی پهٔ تاسو زما قهر ، اؤ پهٔ چا چې راغلو زما قهر نو هغه تباه شو ۔ ف۸۳
ف۸۲: الله پاک بنی اسرائیلو ته نصیحت کوی چې ګوریٔ! ما پهٔ تاسو څومره غټ غټ احسانونه وکړل ۔ دَ فرعون دَ ظلم نه مې خلاص کړیٔ هغوی مې ستاسو پهٔ مخکښې تباه کړل ۔ بیا مې دَ موسٰیؑ پهٔ خلهٔ ورسره وعده وکړه چې دَ مصر نه شام ته ځیٔ نو دَ کوهِ طور ښی اړخ ته متبرک ځائې کښې به درته لیکلې کتاب توریٰت درکړې شی ۔ دَ تیهه پهٔ صحرا کښې مې درته دَ خوراک دپاره من و سلوٰی را واستؤل دَ هلاکت نه مې بچ کړیٔ (دا ټوله قصه پهٔ تفصیل سره سورهٔ بقره کښې تېره شوے ده ) دَ دې ټولو خبرو حق دا دے چې تاسو دَ الله پاک احسان ومنیٔ ، شکرګذار شیٔ اؤ کوم پاک رزق چې الله درکړے دے دا پهٔ شوق سره خوریٔ لېکن دَ حد نه زیاتے مهٔ کویٔ چې (۱) ناشکری شروع کړیٔ یا (۲) فضول خرچی وکړیٔ (۳) یا پهٔ دې فانی نعمتونو کبرژن اؤ مغرور شیٔ (۴) یا دَ دې واجب حق (زکوٰة وغېره) ادا کؤلو نه انکاری شیٔ (۵) یا دَ الله پاک دا نعمتونه دَ ګناه پهٔ کارونو کښې ولګویٔ (۶) یا پهٔ کوم وخت اؤ کوم ځائې کښې چې ېٔ دَ ذخیره کؤلو نه منع شوی ویٔ هلته ېٔ ذخیره شروع کړیٔ ۔ غرض دا چې دَ الله نعمتونه دَ سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ ذریعه مهٔ جوړویٔ ۔
ف۸۳: یعنی کهٔ دَ حد نه زیاتے مو وکړو نو دَ الله غضب به درباندې راشی اؤ ذلیل اؤ خوار به شیٔ ۔
وَ اِنِّیْ لَغَفَّارٌ لِّمَنْ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدٰی۝۸۲
اؤ زهٔ ډېر زیات بخښونکے یم دَ هغه چا چې توبه ېٔ وویسته اؤ یقین ېٔ وکړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، بیا پهٔ سمه لار باقی پاتی وو ۔ ف۸۴
ف۸۴: یعنی هر څومره غټ ګنهګار کهٔ وی چې پهٔ اخلاص توبه وباسی اؤ خپل عمل سم کړی ۔ نیک کارونه وکړی اؤ تر مرګه پهٔ دغه نیکه لار قائم پاتې شی نو دَ الله پاک بخشش اؤ رحمت ډېر زیات دے ۔
وَ مَاۤ اَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ یٰمُوْسٰی۝۸۳
اؤ ولې ګړندے شوې تهٔ دَ قوم نه اے موسٰی ۔
قَالَ هُمْ اُولَآءِ عَلٰۤی اَثَرِیْ وَ عَجِلْتُ اِلَیْكَ رَبِّ لِتَرْضٰی۝۸۴
هغهٔ ووې هغوی دغه دی ما پسې را روان دی اؤ زهٔ ګړندے راغلم تا ته اے ربه چې تهٔ راضی شې ۔ ف۸۵
ف۸۵: حضرت موسٰیؑ دَ وعدې مطابق ډېر پهٔ شوق سره کوهِ طور ته ورسېدو دَ قوم کوم مشران چې ورسره وو هغه لږ وروستو پاتی وو ۔ موسٰیؑ پهٔ شوق کښې ګړندے مخکښې روان وو ۔ الله پاک ترېنه تپوس وکړو چې تا دومره تلوار ولې وکړه؟ چې قوم دې وروستو پرېښو اؤ تهٔ ترې مخکښې شوې ۔ موسٰیؑ عرض وکړو اے ربه ستا دَ رضا دپاره زهٔ ترې را وړاندې شوم اؤ قوم هم دا دے راپسې دے ۔
قَالَ فَاِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْۢ بَعْدِكَ وَ اَضَلَّهُمُ السَّامِرِیُّ۝۸۵
الله ووې ، بېشکه مونږ وهٔ ازمائیلو ستا قوم ستا نه وروستو اؤ ګمراه کړل هغوی سامری ۔ ف۸۶
ف۸۶: یعنی تهٔ خو دلته راغلې اؤ هلته مونږ دَ ستا قوم سخت امتحان کښې واچؤلو چې ظاهری سبب ېٔ سامری زرګر شو دَ هغهٔ پهٔ ګمراه کؤلو بنی اسرائیلو دَ سخی عبادت شروع کړو ۔ دا قصه پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده ۔
تنبیه: ځنې مفسرانو لیکلی دی چې دا سامری دَ اصل نه قبطی وهٔ ۔ بهرحال دَ عامو مفسرانو خیال دا دے چې دا سامری دَ موسٰیؑ پهٔ زمانه کښې منافق وهٔ ۔ پهٔ ظاهره ېٔ ایمان راؤړے وهٔ اؤ زړهٔ کښې کافر وهٔ ۔ پهٔ چل ول ېٔ بنی اسرائیل هم ګمراه کړل ۔ دَ ابن کثیرؒ دَ روایت مطابق دَ بنی اسرائیلو پهٔ کتابونو کښې دَ سامری خپل نوم هارون دے ۔ چا وئیلی دی چې نوم ېٔ موسٰی وهٔ ۔
فَرَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا١ۚ۬ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَمْ یَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا١ؕ۬ اَفَطَالَ عَلَیْكُمُ الْعَهْدُ اَمْ اَرَدْتُّمْ اَنْ یَّحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَخْلَفْتُمْ مَّوْعِدِیْ۝۸۶
بیا واپس شو موسٰی خپل قوم ته دَ غصې نه ډک افسوس کؤنکے ۔ هغهٔ ووې اے قومه آیا وعده نهٔ ده کړے تاسو سره ستاسو رب ښهٔ وعده ، نو آیا وږده شوه پهٔ تاسو دا نېټه ، اؤ کهٔ تاسو دا وغوښته چې راشی درباندې قهر ستاسو دَ رب ۔ ځکه تاسو خلاف وکړل زما دَ وعدې ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی زما پهٔ تابعداریٔ خو ستاسو غټې غټې فائدې وې ۔ یوه فائده خو مو اوس اوس پهٔ خپلو سترګو ولیده چې دښمنان مو تباه شو اؤ تاسو آزاد شویٔ ۔ نو دَ دې خو دومره ډېره موده نهٔ ده شوے چې تاسو نه بیا دغه احسانونه هېر شول اؤ زما سره چې مو پهٔ توحید دَ ایمان وعده کړے وه دَ هغې نه واؤړېدیٔ اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ غضب مو ځان ګرفتار کړو ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې الله پاک دَ تاسو سره وعده کړے وه چې موسٰیؑ به دیرش څلویښت ورځې پهٔ کوهِ طور معتکف وی نو هغهٔ ته به ستاسو دپاره کتاب توریٰت ورکؤلے شی ۔ نو آیا وخت ډېر تېر شو ، تاسو پهٔ انتظار ستړی شویٔ؟ چې دَ سخی عبادت مو شروع کړو اؤ کهٔ پهٔ قصد مو داسې کار کؤلو چې الله درته پهٔ غضب شی؟ اَخْلَفْتُمْ مَوْعِدِیْ نه هغه وعده مراد ده چې بنی اسرائیلو موسٰیؑ ته وئیلی وو چې تهٔ مونږ ته لیکلے کتاب راؤړه نو مونږ به پهٔ هغې عمل کوؤ اؤ دَ ستا پهٔ تابعداریٔ به مضبوط اؤ پاخهٔ یو ۔ یعنی تاسو چې زما سره وعده کړے وه نو هغه مو ولې ماته کړه؟
قَالُوْا مَاۤ اَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَ لٰكِنَّا حُمِّلْنَاۤ اَوْزَارًا مِّنْ زِیْنَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنٰهَا فَكَذٰلِكَ اَلْقَی السَّامِرِیُّۙ۝۸۷
هغوی ووې مونږ خلاف نهٔ دی کړی ستا دَ وعدې پهٔ خپل اختیار ، لېکن راپورته کړې شوے وهٔ پهٔ مونږ دروند پېټے دَ فرعونیانو دَ کالیو ، بیا مونږ وغورزؤلو ، بیا دغه شان ویلې کړو سامری ، ف۸۸
ف۸۸: یعنی دا وعده خلافی مونږ پهٔ خپل اختیار نهٔ ده کړے ۔ دا خو مونږ سامری خطا کړی وو ۔ قصه داسې وه چې دَ فرعون دَ قوم کالی ډېر درانهٔ وو ۔ مونږ ېٔ ځان سره پهٔ وړلو ستړی شو نو پهٔ یو ځائې کښې مو وغوزؤل سامری هغه را واخستل پهٔ اور کښې ېٔ ویلی کړل اؤ دَ سخی پهٔ شکل بت ېٔ ترېنه جوړ کړو ۔ دا قصه پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے وه ۔
تنبیه: دَ فرعون دَ قوم کالی بنی اسرائیلو ته څنګه پهٔ لاس ورغلل؟ دې کښې دَ مفسرینو اختلاف دے ۔ هر څنګه چې پهٔ لاس ورغلی وو خو دَ هغوی دا خیال وهٔ چې پردې مال دے مونږ ته ېٔ استعمال جائز نهٔ دے (نو پهٔ لار کښې ېٔ وغوزؤلو ، سامری را واخستو اؤ دَ سخی پهٔ شکل بت ېٔ ترېنه جوړ کړو) (دَ حیرانتیا خبره ده چې بنی اسرائیلو دَ غیر مال استعمالؤل خو جائز نهٔ ګڼل اؤ دَ غیر الله عبادت ېٔ جائز وګڼلو)
فَاَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ فَقَالُوْا هٰذَاۤ اِلٰهُكُمْ وَ اِلٰهُ مُوْسٰی١۬ فَنَسِیَؕ۝۸۸
نو جوړه ېٔ کړه ترېنه جوثه دَ یو غُڅکی چې پکښې آواز وهٔ ۔ نو وې وئیل دغه معبود دے ستاسو اؤ معبود دے دَ موسٰی ، خو دَ هغهٔ نه هېر شو ، ف۸۹
ف۸۹: یعنی (نعوذ بالله) موسٰیؑ خطا شو چې دَ الله سره خبرو دپاره کوهِ طور ته لاړو ۔ الله خو دلته وهٔ (نو هلته دَ تلو څهٔ حاجت وهٔ) شاید چې دا خبره هغه کسانو کړې وی چا چې دَ سخی عبادت شروع کړے وهٔ اؤ پهٔ خدائې ېٔ منلې وهٔ ۔
اَفَلَا یَرَوْنَ اَلَّا یَرْجِعُ اِلَیْهِمْ قَوْلًا١ۙ۬ وَّ لَا یَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَّ لَا نَفْعًا۠۝۸۹
نو آیا دوی نهٔ وینی چې دې ځواب نهٔ شی ورکؤلے دوی ته دَ څهٔ خبرې ۔ اؤ نهٔ اختیار لری دوی ته دَ نقصان اؤ نهٔ دَ خیر ۔ ف۹۰
ف۹۰: یعنی دا کم عقل پهٔ دومره خبره هم نهٔ پوهیږی چې بت نهٔ خبرې کؤلے شی ، نهٔ دَ چا خبره اورېدې شی ، اؤ نهٔ چا ته څهٔ نفع نقصان رسؤلے شی نو داسې بې خیره اؤ بې شے څیز ته څوک خدائې څنګه وائی؟ اؤ عبادت ورته څهٔ دپاره کوی؟
وَ لَقَدْ قَالَ لَهُمْ هٰرُوْنُ مِنْ قَبْلُ یٰقَوْمِ اِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهٖ١ۚ وَ اِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمٰنُ فَاتَّبِعُوْنِیْ وَ اَطِیْعُوْۤا اَمْرِیْ۝۹۰
اؤ وئیلی وو دوی ته هارون مخکښې اے قومه خبره دا ده چې تاسو خطا شویٔ پهٔ دې ۔ اؤ ستاسو رب خو رحمان دے نو زما تابعداری وکړیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔ ف۹۱
ف۹۱: یعنی حضرت هارونؑ ورته نصیحت کړے وهٔ چې تاسو غلطی کویٔ چې دَ سخی عبادت مو شروع کړو ۔ دا دَ ستاسو خدائې نهٔ دے ۔ ستاسو خدائې خو رحمٰن دے چې پهٔ تاسو ېٔ ډېرې مهربانیٔ کړی دی اؤ ډېر تکلیف نه ېٔ خلاص کړی ییٔ نو زما خبره ومنیٔ دَ سخی دَ عبادت نه واوړیٔ ۔ دَ سامری پهٔ لمسون مهٔ خطا کېږیٔ ۔
قَالُوْا لَنْ نَّبْرَحَ عَلَیْهِ عٰكِفِیْنَ حَتّٰی یَرْجِعَ اِلَیْنَا مُوْسٰی۝۹۱
هغوی ووې مونږ به هم دغه شان دَ دې سخی عبادت کوؤ ، تر دې چې را واپس شی مونږ ته موسٰی ۔ ف۹۲
ف۹۲: یعنی دَ موسٰیؑ تر واپس راتلو خو مونږ دا کار نهٔ پرېږدو چې هغه راشی بیا به کتے شی ۔
قَالَ یٰهٰرُوْنُ مَا مَنَعَكَ اِذْ رَاَیْتَهُمْ ضَلُّوْۤاۙ۝۹۲
ووې موسٰی اے هارون څهٔ منع کړې تهٔ چې دوی دې ولیدل چې ګمراه شول ، اؤ ما پسې رانهٔ غلې ۔
اَلَّا تَتَّبِعَنِ١ؕ اَفَعَصَیْتَ اَمْرِیْ۝۹۳
آیا تا نافرمانی وکړه زما دَ حکم ، ف۹۳
ف۹۳: یعنی ما تهٔ خپل نائب کړے وے اؤ حکم مې درته کړے وهٔ چې دې خلقو ته وعظ نصیحت کوه اؤ ورانیٔ ته ېٔ مهٔ پرېږده نو تا زما پهٔ حکم ولې عمل ونهٔ کړو ۔ دا خلق دې دَ شرک نه ولې منع نهٔ کړل ۔ کهٔ دوی دَ ستا نصیحت نهٔ منلو نو تهٔ به ما پسې کوهِ طور ته راغلے وې زهٔ به دې دَ حالاتو نه خبر کړے ووم ۔ دا خو تا زما دَ حکم نافرمانی وکړه ۔
قَالَ یَبْنَؤُمَّ لَا تَاْخُذْ بِلِحْیَتِیْ وَ لَا بِرَاْسِیْ١ۚ اِنِّیْ خَشِیْتُ اَنْ تَقُوْلَ فَرَّقْتَ بَیْنَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَ لَمْ تَرْقُبْ قَوْلِیْ۝۹۴
هغهٔ ووې اے زما دَ مور ځویه مهٔ نیسه زما نه ږیره اؤ مهٔ سر ف۹۴ چې زهٔ ویرېدم چې تهٔ به ووائې چې تا اختلاف پیدا کړو بنی اسرائیلو کښې ۔ اؤ لحاظ دې ونهٔ کړو زما دَ خبرې ۔ ف۹۵
ف۹۴: حضرت موسٰیؑ پهٔ ډېره غصه کښې هارونؑ دَ سر اؤ ږرې نه نیؤلے وهٔ ۔ پوره تفصیل پهٔ سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے ۔
ف۹۵: ما ته دا ښهٔ ښکاره شوه چې ستا تر راتلو انتظار وکړم ۔ کهٔ پهٔ زور مې منع کؤلے نو خلق به دوه ډلې شوی وو ۔ یو به زما ملګری وو یو خلاف ۔ نو زهٔ ویرېدم چې تهٔ راشې بیا به راته وائې چې تر ما دې صبر ولې نهٔ کؤلو؟ چې قوم کښې اختلاف راغلو دوه ډلې شو ۔
حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې دَ تلو پهٔ وخت کښې ورته موسٰیؑ نصیحت کړے وهٔ چې قوم کښې دَ اتفاق راوستو کوشش کوه چې ګډ وډ درنه نهٔ شی ۔ نو هغهٔ پهٔ دې وجه دَ سخی عبادت کؤنکیو ته پهٔ نرمیٔ نصیحت کؤلو اؤ سختی ېٔ ورسره نهٔ کؤله چې قوم کښې بې اتفاقی رانهٔ شی ۔ پهٔ نصیحت هغوی نهٔ منع کېدل ۔ بلکې دَ هارونؑ مرګ ته تیار شو ۔ ”وَ کَادُوْا یَقْتُلُوْنَنِیْ“ ۔
قَالَ فَمَا خَطْبُكَ یٰسَامِرِیُّ۝۹۵
ووې موسٰی اوس ستا څهٔ حقیقت دے اے سامری ۔ ف۹۶
ف۹۶: دَ هارونؑ سره خبرو نه چې فارغ شو نو سامری ته ېٔ مخ را واړؤلو چې وایه کنه تا ولې داسې کار وکړو؟
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ یَبْصُرُوْا بِهٖ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ اَثَرِ الرَّسُوْلِ فَنَبَذْتُهَا وَ كَذٰلِكَ سَوَّلَتْ لِیْ نَفْسِیْ۝۹۶
هغهٔ ووې ما ولیدو هغه څیز چې نور چا ونهٔ لیدو ، نو ډک مې کړو موټې دَ نښانې دَ قدم دَ استاذی نه ، بیا مې هغه پکښې واچؤلو ، اؤ دغه شان صلاح راکړه ما ته خپل زړهٔ ، ف۹۷
ف۹۷: سامری ورته ووې چې ما یو داسې شے لیدلے وهٔ چې بل چا نهٔ وهٔ لیدلے (هغهٔ جبرئیلؑ پهٔ اس سور لیدلے وهٔ) شاید چې دا هغه وخت وهٔ چې دَ فرعون لښکر پهٔ بنی اسرائیلو پسې سمندر کښې روان شو ۔ نو جبرئیلؑ دَ دواړو ترمینځه ودرېدو چې دَ فرعون لښکر بنی اسرائیلو پسې ونهٔ رسی ۔ نو سامری دَ جبرئیلؑ دَ اس دَ پل نه خټه را واخسته اؤ بیا ېٔ هغه خټه دَ زرو نه جوړ سخی پهٔ ګېډه کښې واچؤله دَ هغې خټې پهٔ برکت دغه سخی کښې دَ آواز طاقت پیدا شو ۔ (دَ ژوندی سخی پهٔ شان آواز به ېٔ کؤلو نو خلق پرې خطا کېدل) حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ زر دَ کافرو مال وهٔ پهٔ ټګۍ قبضه شوے وهٔ ، پکښې پرېوته دَ برکت خاوره ۔ دَ حق اؤ باطل دَ ګډون نه یو ناشنا شے جوړ شو چې لکه دَ ژوندی څیز آواز ېٔ کؤلو ۔ دَ داسې کار نه ځان ساتل پکار دی۔
تنبیه: دَ آیت کوم تفسیر چې مونږ وکړو دغه تفسیر دَ اصحابو اؤ مشرانو عالمانو نه نقل دے اؤ ځنو بد دینو خلقو چې پهٔ دې آیت اعتراضونه کړی دی اؤ بیا ېٔ دَ هغې څهٔ لرې لرې بې کاره تاویلونه کړی دی دَ هغې ټولو تفصیل اؤ پوره ځوابونه پهٔ روح المعانی کښې موجود دی ۔ دلته ېٔ ګنجائش نشته کهٔ دَ چا ضرورت وی روح المعانی کښې ېٔ کتے شی ۔
قَالَ فَاذْهَبْ فَاِنَّ لَكَ فِی الْحَیٰوةِ اَنْ تَقُوْلَ لَا مِسَاسَ١۪ وَ اِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهٗ١ۚ وَ انْظُرْ اِلٰۤی اِلٰهِكَ الَّذِیْ ظَلْتَ عَلَیْهِ عَاكِفًا١ؕ لَنُحَرِّقَنَّهٗ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهٗ فِی الْیَمِّ نَسْفًا۝۹۷
موسٰی ووې ، ورک شه ستا دپاره پهٔ دې ژوند کښې (خو دغه سزا ده) چې وائې به ما ته ف۹۸ لاس مهٔ راؤړیٔ اؤ ستا دپاره یوه بدله وعده ده چې خلاف به ېٔ هرګز نهٔ کیږی ۔ ف۹۹ اؤ وګوره خپل معبود ته چې ټوله ورځ به ورته پروت وې ۔ مونږ به ېٔ وسوزوؤ ، بیا به ېٔ خور وور کړو پهٔ دریاب کښې پهٔ بادونو ۔ ف۱۰۰
ف۹۸: یعنی ما ته لاس مهٔ راؤړیٔ ۔ لرې لرې رانه ګرځیٔ ۔ هغهٔ دا کار دې دپاره کړے وهٔ چې خلق رانه چاپېره شی اؤ پهٔ خلقو کښې مقبول اؤ عزت مند شی نو الله پاک داسې سزا ورکړه چې خلق ېٔ خپله دَ ځان نه لرې لرې شړل څوک نژدے نهٔ شو ورتلې ۔ اؤ پهٔ دنیا کښې هم ذلیل اؤ بې عزته شو اؤ دَ آخرت سزا ېٔ بیله ده ۔
ف۹۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ پهٔ دنیا کښې دا سزا ورکړې شوه چې څوک به ورنژدے کېدو نو پهٔ دواړو به تبه راتله اؤ ورپسې آیت چې دے اِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهٗ شاید چې دې نه دَ آخرت عذاب مراد دے یا شاید دَ دجال راوتل چې هغه هم پهٔ یهودو کښې دَ سامری دَ فساد تکمیل کوی ۔
ف۱۰۰: یعنی دا خو ستا سزا شوه اوس دَ خپل باطل معبود حالت ته وګوره ۔ دَ چا نه چې تا خدائې جوړ کړے وهٔ اؤ شپه ورځ به ورته پهٔ سجده پروت وې هغه خدائې درته اوس مات ګډ کؤم ، پهٔ اور ېٔ سوزؤم اؤ هغه ایره ېٔ پهٔ دریاب کښې الوزؤم چې خلقو ته پته ولګی چې څوک دَ ځان حفاظت نهٔ شی کؤلے هغه به څنګه خدائې شی؟ اؤ دَ بل حفاظت به څنګه وکړی؟
اِنَّمَاۤ اِلٰهُكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ وَسِعَ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا۝۹۸
بېشکه ستاسو معبود خو هغه الله دے چې نشته دَ بل چا عبادت بې دَ هغهٔ نه ، ځائې شوے دے هر شے دَ هغهٔ پهٔ علم کښې ، ف۱۰۱
ف۱۰۱: دَ باطل دَ ورکؤلو نه پس اوس موسٰیؑ خپل قوم ته تبلیغ کوی چې دا خو یو سخے وهٔ چې دَ دې نه غټ شے هم دَ خداییٔ قابل نهٔ دے ۔ رښتونے خدائې خو هغه دے چې دَ کامل علم مالک دے یوه ذره هم دَ هغهٔ دَ کامل علم نه بهر نشته ۔
كَذٰلِكَ نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ١ۚ وَ قَدْ اٰتَیْنٰكَ مِنْ لَّدُنَّا ذِكْرًاۖۚ۝۹۹
دغه شان بیانوو مونږ تا ته حالات دَ هغه قومونو چې مخکښې تېر دی ، ف۱۰۲ اؤ مونږ درکړے تا ته له خپله طرفه دَ لوستو کتاب ، ف۱۰۳
ف۱۰۲: یعنی دَ موسٰیؑ دَ فرعون دَ واقعاتو پهٔ شان نور هم دَ تېرو قومونو حالات مونږ تا ته اؤ ستا پهٔ خلهٔ ټولې دنیا ته اورؤو ۔ پهٔ دې کښې ډېرې فائدې دی ۔ دَ مؤمنانو دپاره دَ تسلیٔ اؤ اطمینان اؤ دَ مخالفانو دپاره دَ سبق اخستو اؤ عبرت سامان دے ۔
ف۱۰۳: ذِکْرًا یعنی قرآن کریم دَ نصیحت اؤ عبرت آموز واقعاتو نه ډک دے ۔
مَنْ اَعْرَضَ عَنْهُ فَاِنَّهٗ یَحْمِلُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وِزْرًاۙ۝۱۰۰
چا چې مخ وارؤلو دَ دې نه نو هغه به پورته کوی دَ قیامت پهٔ ورځ یو پیټے ۔
خٰلِدِیْنَ فِیْهِ١ؕ وَ سَآءَ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ حِمْلًاۙ۝۱۰۱
همېشه به وی پهٔ دې کښې ، اؤ خراب دے دوی دپاره دَ قیامت پهٔ ورځ دا پیټے پورته کؤل ، ف۱۰۴
ف۱۰۴: یعنی دَ انکار اؤ تکذیب پهٔ وجه چې دَ ګناهونو کوم دروند پیټے دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ دوی بار کیږی دا به هېچرې سپکېدے نهٔ شی ۔ همېشه به دوی هم دغه شان ورلاندې پراتهٔ وی ۔ دَ دې پورته کؤل څهٔ ټوقې نه دی ۔
یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ وَ نَحْشُرُ الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ زُرْقًاۚۖ۝۱۰۲
پهٔ کومه ورځ چې به مونږ پوک وهو شپېلۍ ، اؤ پهٔ جمع به راولو ګنهګار پهٔ دغه ورځ شنې سترګې ۔ ف۱۰۵
ف۱۰۵: یعنی میدانِ حشر کښې چې راجمع کیږی نو ړاندهٔ به وی یا به ېٔ هسې سترګې شنې اؤ بدرنګه شوی وی ۔ کهٔ اوله معنٰی وی نو دا تر یو خاص وخته پورې به ړاندهٔ وی۔ بیا به ېٔ دَ دوزخ لیدو اؤ دَ عمل نامو کتو دپاره نظر ولګی ۔ وَرَأَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ (سوره الکهف ، رکوع ۷)
یَّتَخَافَتُوْنَ بَیْنَهُمْ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا عَشْرًا۝۱۰۳
پټ پټ به وائی خپلو کښې تاسو نهٔ ییٔ وسیدلی مګر لس ورځې ۔ ف۱۰۶
ف۱۰۶: دَ قیامت دَ ورځې وږدوالے اؤ سختیٔ چې ووینی نو دَ دنیا ژوند به ورته داسې ښکاره شی لکه هفته لس (۱۰) ورځې ۔ دَ دنیا مزې به ېٔ هېرې شی اؤ پهٔ دغه وخت بربادؤلو به ورته افسوس ورځی ۔ یا شاید چې دَ عذر پیش کؤلو پهٔ غرض وائی چې دنیا کښې زمونږ وخت ډېر لږ وهٔ دَ آخرت دپاره دَ څهٔ کار کؤلو موقع پهٔ لاس رانهٔ غله لکه بل ځائې کښې چې فرمائی ۔ وَ یَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ۔ (سوره روم ، رکوع ۶)
(دَ قیامت پهٔ ورځ به مجرمان قسم خوری چې مونږ خو دَ یو ساعت نه زیات وخت نه دے تېر کړے )۔
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ اِذْ یَقُوْلُ اَمْثَلُهُمْ طَرِیْقَةً اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا یَوْمًا۠۝۱۰۴
مونږ ښهٔ خبر یو څهٔ چې دوی وائی ، ف۱۰۷ کله چې به وائی پهٔ دوی کښې پهٔ ښهٔ لاره تلونکے ، نهٔ ییٔ وسیدلی تاسو مګر یوه ورځ ۔ ف۱۰۸
ف۱۰۷: دوی کهٔ ډېرې پټې خبرې وکړی زمونږ نه نهٔ شی پټېدې ۔ مونږ ته هر څهٔ معلوم دی ۔
ف۱۰۸: یعنی کوم چې پهٔ دوی کښې ځان ته ډېر هوښیار وائی هغه به وائی نه نه لس ورځې خو ډېر شے دے مونږ خو پهٔ دنیا کښې بس یوه ورځ تېره کړے ده ، دې نه زیاته نهٔ ده ۔ دې کسانو ته زیات هوښیار ځکه ووئیلی شو چې دوی دَ دائمی ژوند پهٔ مقابله کښې دَ فانی ژوند حیثیت زیات محسوس کړو ۔
وَ یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ یَنْسِفُهَا رَبِّیْ نَسْفًاۙ۝۱۰۵
اؤ تا نه تپوس کوی دَ غرونو دَ حالت نو تهٔ ورته ووایه خوارهٔ وارهٔ به ېٔ کړی زما رب پهٔ بادونو ،
فَیَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًاۙ۝۱۰۶
نو بیا به پریږدی دا زمکه صفا ډاګه ۔
لَّا تَرٰی فِیْهَا عِوَجًا وَّ لَاۤ اَمْتًاؕ۝۱۰۷
چې نهٔ به وینې تهٔ پهٔ دې کښې کوږوالے اؤ نهٔ وچتوالے ، ف۱۰۹
ف۱۰۹: یعنی دَ قیامت نهٔ منونکی دَ خندا دپاره وائی چې تهٔ چې وائې دا دنیا به ورانیږی نو دا دومره غټ غټ اؤ مضبوط غرونه به چرته ځی؟ دا به څنګه وران شی ۔ دَ دې ځواب دا دے چې دَ الله تعالیٰ دَ طاقت پهٔ مقابله کښې دا غرونه هېڅ شے هم نهٔ دے ۔ دا به ذرې ذرې شی اؤ دَ نرۍ شګې پهٔ شان به هوا کښې والوځی ۔ زمکه به بالکل ډاګه میدان شی هېڅ وچت ټیټ به پکښې نهٔ وی ۔
یَوْمَىِٕذٍ یَّتَّبِعُوْنَ الدَّاعِیَ لَا عِوَجَ لَهٗ١ۚ وَ خَشَعَتِ الْاَصْوَاتُ لِلرَّحْمٰنِ فَلَا تَسْمَعُ اِلَّا هَمْسًا۝۱۰۸
پهٔ دغه ورځ به منډې وهی پهٔ داسې آواز کؤنکی پسې چې کږه نهٔ ده دَ هغهٔ خبره ، ف۱۱۰ اؤ غلی به شی آوازونه دَ رحمان دَ ویرې ، بیا به نهٔ اورې تهٔ مګر پس پس ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۰: یعنی کوم طرف ته ېٔ فرښتې راغواړی لکه دَ غشی به نېغ روان وی ۔ نهٔ به آواز اورېدو کښې څهٔ رکاوټ وی اؤ نهٔ به پهٔ لار کښې څهٔ وچت ټیټ یا کوږوالے وی چې رفتار کښې رکاوټ راشی ۔ افسوس کهٔ خلق پهٔ دنیا کښې دَ الله دَ رسولﷺ پهٔ بلنه داسې راغونډ شوے وې نو هلته به دَ تکلیف نه خلاص وو ۔ خو دا بدبخته دلته پهٔ ترڅ روان وی ۔
ف۱۱۱: یعنی پهٔ هغه وخت به دَ الله دَ ویرې خلق داسې خاموش وی چې تش دَ ښپو کشا به اورېدې شی بل څهٔ آواز به نهٔ وی ۔ کهٔ څوک چا ته خبره کوی نو هم غلی غوندې پهٔ پس پس به کوی دَ هیبته به ېٔ آواز دَ خلې نه نهٔ خیژی ۔
یَوْمَىِٕذٍ لَّا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَ رَضِیَ لَهٗ قَوْلًا۝۱۰۹
پهٔ دغه ورځ به پکار نهٔ راځی سفارش مګر دَ هغه چا چې اجازت ورکړو رحمان ، اؤ خوښه ېٔ کړه دَ هغهٔ خبره ۔ ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی سفارش به صرف هغه کسان کؤلے شی چا ته چې دَ الله دَ طرف نه اجازت ورکړې شوے وی اؤ هغوی به هم دَ هغه چا سفارش کوی چا چې دَ توحید اقرار کړے وی اؤ غوره کلمه لآ الٰه الا الله ېٔ دَ خلې نه وتې وی ۔
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ وَ لَا یُحِیْطُوْنَ بِهٖ عِلْمًا۝۱۱۰
هغهٔ ته علم دے څهٔ چې دَ دوی پهٔ وړاندې دی اؤ څهٔ چې دَ دوی نه وروستو دی ، اؤ دوی پهٔ قابو کښې نهٔ شی راوستے دا خبره پهٔ تپوسونو ، ف۱۱۳
ف۱۱۳: یعنی دَ الله پاک علم خو دَ ټولو نه احاطه کړے ده اؤ دَ بندګانو علم دَ الله دَ معلومانو احاطه نهٔ شی کؤلے ۔ نو پهٔ دې خبره الله ښهٔ پوهیږی چې چا ته دَ چا دَ سفارش اجازت ورکړی ۔
وَ عَنَتِ الْوُجُوْهُ لِلْحَیِّ الْقَیُّوْمِ١ؕ وَ قَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا۝۱۱۱
اؤ ذلیل شو مخونه هغه تل ژوندی دَ عالمِ تدبیر کؤنکی ته ، ف۱۱۴ اؤ خراب شو چا چې پورته کړو دَ ظلم پیټے ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۴: یعنی پهٔ دغه ورځ به غټ غټ کبرژن دَ الله پهٔ دربار کښې لکه دَ قیدیانو ذلیل ټیټ سر ولاړ وی ۔ چا چې الله ته دَ سجدې کؤلو نه انکار کؤلو نن به ېٔ ډېر پهٔ عاجزیٔ سرونه ټیټ نیولی وی ۔ ټول کبر اؤ غرور به ېٔ ختم وی ۔
ف۱۱۵: یعنی دَ ظالم حال هېڅ مهٔ تپوسیٔ ډېر پهٔ بد حال به وی ۔ پهٔ ظلم کښې شرک اؤ نور ګناهونه ټول راځی ۔ لکه چې ارشاد دے ۔ اِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ (سوره القمان ، رکوع ۲) دَ هر یو ظالم بد حال به دَ هغهٔ دَ ظلم دَ درجې مطابق وی ۔
وَ مَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا یَخٰفُ ظُلْمًا وَّ لَا هَضْمًا۝۱۱۲
اؤ څوک چې کوی نیک کارونه ، اؤ هغه ایماندار هم وی نو هغهٔ ته هېڅ خطره نشته دَ ظلم نه اؤ دَ نقصان رسېدو ۔ ف۱۱۶
ف۱۱۶: بې انصافی دا لکه چې چرته دَ یو نیکیٔ اجر پاتې شی یا پهٔ څهٔ ناکرده ګناه چا ته سزا ورکړې شی اؤ نقصان دا چې دَ نیکیٔ اجر دَ حق نه کم ورکړې شی ۔ دا دواړه به نهٔ وی نهٔ به یوه ذره نیکی پاتې کیږی اؤ نهٔ به اجر کم ورکؤلے شی اؤ نهٔ به څوک بې ګناه سزا خوری ۔
وَ كَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا وَّ صَرَّفْنَا فِیْهِ مِنَ الْوَعِیْدِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ اَوْ یُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا۝۱۱۳
اؤ دغه شان مونږ نازل کړو دا قرآن پهٔ عربیٔ ژبه اؤ بیا بیا مو بیان کړې پهٔ دې کښې دَ ویرؤلو خبرې چې دا خلق پرهېزګار شی ، یا پیدا کړی دَ دوی پهٔ زړهٔ کښې سوچ فکر ، ف۱۱۷
ف۱۱۷: یعنی څنګه چې پهٔ دې موقع دَ آخرت دَ نیک و بد حالات صفا صفا بیان شو دغه شان ټول قرآن پهٔ صفا اؤ ستره عربیٔ ژبه نازل شوے دے چې خلق ېٔ پهٔ مطلب ښهٔ پوهه شی اؤ دَ تقویٰ لار خوښه کړی ۔ ګنی کم از کم دَ خپل انجام سوچ خو ېٔ پهٔ زړهٔ کښې پیدا شی اؤ آخر صحیح لار بیا مومی ۔
فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ١ۚ وَ لَا تَعْجَلْ بِالْقُرْاٰنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّقْضٰۤی اِلَیْكَ وَحْیُهٗ١٘ وَ قُلْ رَّبِّ زِدْنِیْ عِلْمًا۝۱۱۴
نو ډېر لوئے دے الله رښتونے بادشاه ف۱۱۸ اؤ تهٔ تلوار مهٔ کوه دَ قرآن پهٔ لوستو کښې تر څو چې پوره نهٔ شی تا ته دَ هغې راکوزېدل اؤ ووایه اے ربه زیاته کړې زما پوهه ف۱۱۹
ف۱۱۸: رښتونے بادشاه دے ۔ حقیقی بادشاه دے ۔ چا چې دَ خپل مخلوق دَ فائدې دپاره داسې عظیم نصیحت قرآن راستؤلے دے ۔
ف۱۱۹: یعنی څنګه چې مونږ قرآن پهٔ قلاره قلاره لږ لږ راستوؤ ۔ دغه شان ېٔ تهٔ دَ جبرئیلؑ نه وصولؤلو کښې تلوار مهٔ کوه ۔ فرښته چې تا ته وحې اوروی نو تهٔ پهٔ تلوار کښې ورسره ورسره مهٔ وایه ښهٔ پهٔ صبر ېٔ اوره ۔ مونږ دا ذمه واری اخستې ده چې قرآن به ستا نه هېرېږی نه ۔ نو تهٔ بیا ولې تلوار کوې؟ دَ دې پهٔ ځائې دا دعا کوه چې اے ربه زما پوهه زیاته کړې اؤ ډېر علم راکړې ۔ ګوره! آدمؑ پهٔ یو کار کښې تلوار کړے وه دَ هغهٔ څهٔ انجام شو؟ شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ جبرئیلؑ چې به وحې راؤړه ، قرآن به ېٔ حضور اکرمﷺ ته اورؤلو نو حضور اکرمﷺ به هم ورسره ورسره وې چې یاد شی ورته ۔ دَ دې نه مخکښې پهٔ سورتِ قیامه کښې دا آیت نازل شوے وهٔ ۔ ”لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَ قُرْاٰنَهٗ فَاِذَا قَرَئْنَاهٗ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۔“ (اؤ ژبه ورباندې مهٔ خوزوه چې ژر ژر ېٔ یاد کړې ۔ پهٔ مونږ باندې دی دَ قرآن جمع کؤل اؤ بیا دَ هغې اورؤل نو کله چې ېٔ زمونږ فرښته تا ته واوروی هغه ېٔ پوره کړی نو بیا ېٔ تهٔ هم هغهٔ شان واؤروه) حضور اکرمﷺ ته ېٔ تسلّی ورکړے وه چې دَ قرآن تا ته یادؤل اؤ بیا دَ ستا پهٔ خلهٔ خلقو ته اورؤل زمونږ ذمه واری ده ۔ تهٔ څهٔ غم مهٔ کوه دا به دَ تا نه هېرېږی نه ۔ خو شاید چې حضور اکرمﷺ پهٔ خطا بیا دَ فرښتې سره سره پهٔ تلوار وې چې رانه هېر نهٔ شی ۔ نو دَ تنبیه دپاره ورسره دَ آدمؑ یوه خطائی بیان کړې شوه ۔ چې هغهٔ هم زمونږ حکم هېر کړے وهٔ ۔ دَ غنم دانه ېٔ وخوړه نو څومره تکلیف ورته ورسېدو ۔
وَ لَقَدْ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اٰدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِیَ وَ لَمْ نَجِدْ لَهٗ عَزْمًا۠۝۱۱۵
اؤ مونږ تاکید کړے وهٔ آدم ته دَ دې نه مخکښې ، بیا هغهٔ هېر کړو اؤ بیا نهٔ موندو مونږ پهٔ هغهٔ کښې څهٔ پوخ والے ، ف۱۲۰
ف۱۲۰: زمونږ حکم ېٔ هېر کړو اؤ پهٔ خپله وعده قائم پاتې نهٔ شو ۔ مخکښې بیا دَ دې قصې لږ تفصیل دے ۔
وَ اِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ١ؕ اَبٰی۝۱۱۶
اؤ کله چې مونږ حکم ورکړو فرښتو ته چې سجده وکړیٔ آدم ته ، سجده وکړه ټولو ، بې دَ ابلیس نه چې انکار ېٔ وکړو،
فَقُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اِنَّ هٰذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَ لِزَوْجِكَ فَلَا یُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقٰی۝۱۱۷
بیا ووې مونږ اے آدمه ، دا دښمن دے ستا اؤ ستا دَ جوړې ۔ نو چرې دې تاسو ونهٔ باسی دَ جنت نه بیا به تهٔ پهٔ تکلیف شې ف۱۲۱
ف۱۲۱: ظاهره ده چې دَ جنت پهٔ شان آرام بل ځائې نشته ۔ دنیا کښې خو ډېر غمونه اؤ تکلیفونه دی ۔
اِنَّ لَكَ اَلَّا تَجُوْعَ فِیْهَا وَ لَا تَعْرٰیۙ۝۱۱۸
تا ته دا درکړې شوے چې نهٔ به وږې کېږې پهٔ دې کښې اؤ نهٔ به بربنډېږې ۔
وَ اَنَّكَ لَا تَظْمَؤُا فِیْهَا وَ لَا تَضْحٰی۝۱۱۹
اؤ نهٔ به تږې کېږې پهٔ دې کښې اؤ نه به دې ګرمی کیږی ۔ ف۱۲۲
ف۱۲۲: دَ بنیادم غټ ضرورتونه دغه دی ۔ خوراک څښاک ، جامې اؤ دَ استوګې ځائې دَ ګرمیٔ اؤ باران نه دَ بچ کېدو انتظام پهٔ جنت کښې دَ دې هېڅ تکلیف نشته نو بس آرام اؤ آرام دے ۔ دلته دَ جنت دَ نعمتونو ذکر نهٔ دے شوے ۔ مطلب دا دې چې دَ جنت نه بهر به درته دا تکلیفونه وی اؤ دلته دې نهٔ بې غمه ییٔ ۔
فَوَسْوَسَ اِلَیْهِ الشَّیْطٰنُ قَالَ یٰۤاٰدَمُ هَلْ اَدُلُّكَ عَلٰی شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَ مُلْكٍ لَّا یَبْلٰی۝۱۲۰
نو پهٔ زړهٔ کښې شک واچؤلو هغهٔ ته شیطان ، اؤ وېٔ وې اے آدمه ، آیا زهٔ وښیٔم تا ته دَ همېشه ژوند ونه اؤ داسې بادشاهی چې چرې نهٔ زړیږی ۔ ف۱۲۳
ف۱۲۳: یعنی داسې ونه به درته وښیٔم چې هغه وخورې نو هېچرې به نهٔ مرې اؤ بې زواله بادشاهی به درته حاصله شی ۔
فَاَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَ طَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ١٘ وَ عَصٰۤی اٰدَمُ رَبَّهٗ فَغَوٰی۪ۖ۝۱۲۱
بیا دواړو وخوړه دَ هغې نه نو څرګند شو هغوی ته خپل دَ پردې ځایونه اؤ بیا لګیا شو چاپېره کؤلے ئ دَ ځان نه دَ جنت پاڼې ، ف۱۲۴ بیا حکم ونهٔ منلو آدم دَ خپل رب نو بې لارې شو ،
ف۱۲۴: دَ آدمؑ پوره قصه پهٔ تفصیل سره پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده ۔ هغه فوائد وګوریٔ ۔
ثُمَّ اجْتَبٰهُ رَبُّهٗ فَتَابَ عَلَیْهِ وَ هَدٰی۝۱۲۲
بیا غوره کړو هغهٔ خپل رب نو توجه ېٔ ورته ورکړه اؤ پهٔ لار ېٔ راوستو ، ف۱۲۵
ف۱۲۵: یعنی چې دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم منلو کښې ترې غفلت وشو اؤ دَ خپلې مرتبې موافق مضبوط اؤ ثابت قدم پاتې نهٔ شو نو دَ زورنې دپاره دې ته غوایت اؤ عصیان ووئیلی شو لکه چې قاعده ده (حَسَنَاتُ الْاَبْرَارِ سَیِّئَاتُ الْمُقَرِّبِیْنَ) دا بحث هم مخکښې تېر شوے دے ۔
فَتَابَ عَلَیْهِ: یعنی دَ شیطان قبضه ورباندې مستقله نهٔ شوه ۔ سمدستی الله پاک دَ توبې توفیق ورکړو اؤ توبه ېٔ قبوله شوه بلکې دَ الله پاک فضل اؤ مهربانی ورته نوره هم متوجه شوه ۔
قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِیْعًۢا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ١ۚ فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی١ۙ۬ فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَ لَا یَشْقٰی۝۱۲۳
الله ورته ووې کوز شیٔ دواړه دَ دې ځائې نه پهٔ یو ځائې وسیٔ دَ یو بل دښمنان ۔ ف۱۲۶ بیا راغلو تاسو ته زما دَ طرف نه هدایت ، ف۱۲۷ نو څوک چې روان شو زما پهٔ لار نو نهٔ به خطا کیږی اؤ نهٔ به ورته تکلیف رسی ، ف۱۲۸
ف۱۲۶: کهٔ (۱) دا خطاب آدمؑ اؤ حوا بی بی ته وی نو مطلب دا دے چې دَ دوی دواړو اولاد به پهٔ خپلو کښې دَ یو بل دښمنان وی اؤ جنګ جګړې به کوی ۔ پهٔ شریکه ېٔ ګناه کړے ده ۔ نو دا سزا ورکړې شوه چې اولاد به ېٔ خپلو کښې دښمنان اؤ بې اتفاقه وی ۔ اؤ کهٔ (۲) دا خطاب آدمؑ اؤ ابلیس ته وی نو مطلب دا دے چې څنګه چې ابلیس دَ آدمؑ سره دښمنی وکړه دغه شان به دَ ابلیس اولاد هم دَ بنیادمو دښمنان وی اؤ همېشه به ېٔ پهٔ غلطه لار روانؤلو کوشش کوی ۔
ف۱۲۷: چې زما دَ طرف نه هدایت در ورسی یعنی دَ پېغمبرانو اؤ کتابونو پهٔ ذریعه ۔
ف۱۲۸: یعنی نهٔ به دَ جنت دَ لارې نه خطا کیږی اؤ نهٔ به دَ جنت نه پهٔ محرومېدو تکلیف پورته کوی بلکې خپل اصلی وطن جنت ته به بې خطرې لاړ شی ۔
وَ مَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا وَّ نَحْشُرُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَعْمٰی۝۱۲۴
اؤ چا چې مخ واړؤلو زما دَ یادو نه نو دَ هغهٔ دپاره دے ژوند دَ تنګسیا ف۱۲۹ اؤ را به ېٔ ولو مونږ دَ قیامت پهٔ ورځ ړوند ۔ ف۱۳۰
ف۱۲۹: څوک چې دَ الله دَ یادو نه غافل وی اؤ دَ دنیا فانی ژوند ېٔ خپل اصلی مقصد ګڼلې وی دَ هغهٔ ژوند ډېر پهٔ تنګسیا وی ۔ اګرچې پهٔ ظاهره ډېر ډېر پهٔ آرام اؤ پهٔ مزو کښې ښکاری خو چې زړهٔ ېٔ دَ قناعت دَ دولت نه خالی وی نو ژوند ېٔ بې آرامه وی ۔ هر وخت دَ دنیا پهٔ حرص اؤ دَ مال زیاتؤلو پهٔ فکر کښې ډوب وی ۔ دَ مرګ اؤ مال دولت پاتې کېدو غم ېٔ پهٔ زړهٔ بیل اخته وی اؤ دا غم ورسره زیاتی وی چې چرته پهٔ څهٔ حادثه دې مال کښې کمې رانهٔ شی ۔ ډېر کم مالدار پهٔ آرام خوب کؤلے شی بلکې دَ یورپ ډېر کروړپتیان خو دَ دنیا دَ لانجو نه تنګ شی نو خودکشی وکړی اؤ دَ دې ژوند نه مرګ خوښ کړی ۔ دا خبره پهٔ تجربه ثابته شوے ده چې دَ الله دَ یادو اؤ دَ توکل اؤ قناعت دَ دولت نه بغیر زړهٔ ته سکون اؤ اطمینان نهٔ شی حاصلېدے ۔ دَ الله پهٔ مینه مست دَ دنیا دَ غمونو نه بې غمه اؤ آزاد دی اَلَا بِذِکْرِ اللهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوْبُ ۔ (یاد لریٔ دَ الله پهٔ یادو زړهٔ ته اطمینان رسی)
(۲) ځنو مفسرانو دَ تنګ ژوند مطلب دا بیان کړے دے چې زړهٔ به ېٔ دَ خیر دَ کار دپاره تنګ وی خیر به پکښې ځائې نهٔ نیسی ۔ ظاهره ده چې یو کافر چې دَ دنیا پهٔ نشه مست وی دغه مال دَ هغهٔ دپاره نور هم دَ عذاب سبب جوړیږی اؤ څهٔ خیر نهٔ شی ور رسؤلے ۔ نو کومه څو ورځې خوشحالی چې دَ همېشه غم اؤ تکلیف سبب وی هغې ته خوشحالی وئیل نهٔ دی پکار ۔
(۳) اؤ ځنو مفسرانو دَ دې نه دَ برزخ ژوند مراد کړے دے ۔ یعنی دَ قیامت نه مخکښې به ورباندې پهٔ برزخ کښې سخت تکلیف تیریږی ۔ قبر به ورباندې تنګ وی اؤ زمکه به دَ هر طرف نه پرې راغونډه شی زور به ورکړی ۔ دَ معیشةً ضنکًا پهٔ عذاب قبر سره دَ ابو هریرهؓ نه هم مروی دے ۔ والله اعلم ۔
ف۱۳۰: یعنی میدانِ حشر ته چې راځی نو ړوند به وی پهٔ سترګو هم اؤ پهٔ زړهٔ هم ړوند دے چې هدایت ېٔ قبول نهٔ کړو ۔ دا دَ حشر دَ اول وخت خبره ده ۔ وروستو به نظر ورکړې شی چې دَ قیامت سختې اؤ دَ دوزخ اور پهٔ خپلو سترګو ووینی ۔
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِیْۤ اَعْمٰی وَ قَدْ كُنْتُ بَصِیْرًا۝۱۲۵
وائی به اے ربه تا ولې پورته کړم ړوند اؤ زهٔ خو ووم دَ نظر خاوند ، ف۱۳۱
ف۱۳۱: یعنی کافر به پهٔ حیرانتیا سره دا تپوس کوی چې یا الله زما خو پهٔ دنیا کښې نظر لګېدو ۔ اوس ولې ړوند یم؟
قَالَ كَذٰلِكَ اَتَتْكَ اٰیٰتُنَا فَنَسِیْتَهَا١ۚ وَ كَذٰلِكَ الْیَوْمَ تُنْسٰی۝۱۲۶
ووې ورته الله دغه شان رسیدلی وو تا ته زمونږ آیتونه نو تا هېر کړل ، اؤ هم دغه شان نن تهٔ هېرؤلے شې ، ف۱۳۲
ف۱۳۲: یعنی پهٔ دنیا کښې دې زمونږ آیتونه اورېدل اؤ یقین دې پرې نهٔ کؤلو ۔ زمونږ نخښې موجودې وې اؤ تا داسې ځان ړوند کړے وهٔ چې هډو غور دې پرې نهٔ کؤلو ۔ نو څنګه چې تا هلته ځان ړوند کړے وهٔ دَ هغې سزا دا ده چې اوس دلته ړوند شوې نو حیرانیږې ولې؟ خپل عمل در رسی ۔
وَ كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ اَسْرَفَ وَ لَمْ یُؤْمِنْۢ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ١ؕ وَ لَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَدُّ وَ اَبْقٰی۝۱۲۷
اؤ هم دغه شان بدله ورکوؤ مونږ هغه چا ته چې دَ حد نه ووتو اؤ یقین ېٔ ونهٔ کړو ف۱۳۳ دَ خپل رب پهٔ خبرو اؤ دَ آخرت عذاب ډېر سخت دے اؤ باقی پاتې کېدونکے دے ۔ ف۱۳۴
ف۱۳۳: یعنی دغه شان به هر مجرم ته دَ هغهٔ دَ جرم مناسب سزا ورکؤلے شی ۔
ف۱۳۴: نو دا سخته غلطی ده چې بنده دې دنیا دَ معمولی تکلیف نه خو دَ ځان بچ کؤلو کوشش کوی اؤ دَ آخرت سخت عذاب نه دَ بچ کېدو هډو څهٔ خیال نهٔ ساتی ۔
اَفَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی۠۝۱۲۸
آیا دوی پوهه نهٔ کړو دې خبرې چې څومره قومونه تباه کړی دی مونږ دَ دوی نه مخکښې ، دوی ګرځی دَ هغه خلقو پهٔ ځایونو کښې ، ف۱۳۵ بې شکه پهٔ دې کښې نښانې دی دپاره دَ عقلمندو ۔
ف۱۳۵: یعنی کهٔ دَ آخرت پهٔ سزا مو یقین نهٔ وی نو دَ تاریخی واقعاتو نه هم سبق نهٔ اخلیٔ؟ تاسو سره خوا و شا څومره کلی دی چې دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه تباه شوی دی ۔ قصې ېٔ اوس هم خلقو ته یادې دی ۔ اؤ کنډرو کښې ېٔ اوس هم تاسو ګرځیٔ ۔ ښهٔ درته معلوم دی ۔ قریش به شام ته تلهٔ راتلهٔ ۔ اؤ دَ ډېرو تباه شویو قومونو کنډرې پهٔ دې لار کښې راځی، دَ هغې نه عبرت اخستے شی کهٔ څوک فکر وکړی ۔
وَ لَوْ لَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَّ اَجَلٌ مُّسَمًّیؕ۝۱۲۹
اؤ کهٔ نهٔ وې یوه خبره پخوا وئیلی شوی ستا دَ رب له طرفه ، نو ضرور به (سمدستی عذاب) راغلے وهٔ پهٔ دوی ، اؤ کهٔ نهٔ وې مقرر شوے نېټه ، ف۱۳۶
ف۱۳۶: یعنی دَ الله تعالیٰ رحم پهٔ غضب باندې وړومبے وی ۔ ځکه مجرم ته دَ اصلاح موقع ورکوی اؤ سمدستی سزا نهٔ ورکوی بلکې پهٔ دې اُمت خو دا خاص فضل شوے دے چې پهٔ خپل خاص رحم ېٔ بېخ ویستونکے عذاب دَ دې اُمت نه منع کړے دے ۔ ارشاد دے ۔ وَمَا کَانَ اللهُ لِیُعَذِّبَهُمْ وَ اَنْتَ فِیْھِمْ (الله تعالیٰ دا قوم نهٔ تباه کوی چې تهٔ پکښې موجود ئ) نو کهٔ دا خبره نهٔ وې اؤ دَ هر مجرم قوم دَ سزا دپاره یو خاص وخت مقرر نهٔ وې نو دَ دې خلقو کفر اؤ شرارت دې حد ته رسېدلے دے چې سمدستی به تباه شوی وو ۔ آخر به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ خپل عمل سزا ومومی اؤ پهٔ دنیا کښې به هم پهٔ خپل وخت سزا ورکړې شی ۔ لکه دَ بدر پهٔ جنګ کښې دَ مسلمانانو پهٔ لاس پوره سزا ورکړې شوه ۔
فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ غُرُوْبِهَا١ۚ وَ مِنْ اٰنَآئِ الَّیْلِ فَسَبِّحْ وَ اَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضٰی۝۱۳۰
نو تهٔ صبر کوه دوی چې څهٔ وائی ف۱۳۷ اؤ بیانوه صفتونه دَ خپل رب دَ نمر راختو نه مخکښې اؤ دَ پرېوتو نه مخکښې ، ف۱۳۸ اؤ دَ شپې پهٔ څهٔ وخت کښې ۔ وایه ف۱۳۹ اؤ دَ ورځې پهٔ دواړو سرونو کښې ، ف۱۴۰ شاید چې تهٔ راضی شې ۔ ف۱۴۱
ف۱۳۷: یعنی عذاب به پهٔ خپل وخت ضرور راځی نو دا خلق کهٔ څهٔ خبرې کوی تهٔ دَ هغې پرواه مهٔ ساته ، صبر کوه اؤ دَ آخری نتیجې انتظار کوه ۔
ف۱۳۸: دې آیت کښې دَ نماښام اؤ نمازخفتن نمونځونو حکم وشو ۔ یعنی تهٔ دَ دې کم عقلو پهٔ خبرو ځان مهٔ خفه کوه دَ خپل رب پهٔ عبادت کښې مشغول وسه اؤ دَ هغهٔ نه امداد غواړه ۔ دَ الله تعالیٰ امداد پهٔ صبر اؤ صلوٰة حاصلیږی ۔ وَاسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلوٰۃِ (اؤ امداد حاصل کړیٔ پهٔ صبر اؤ نمانځهٔ) ۔
ف۱۳۹: پهٔ دې آیت کښې دَ نماښام اؤ نمازخفتن نمونځونه راغلل بلکې دَ تهجدو نمونځ هم پکښې راغلو ۔
ف۱۴۰: دا دَ نمازپښین نمونځ شو ځکه چې پهٔ دې وخت دَ ورځې اوله نیمه اؤ آخره نیمه یو ځائې کیږی بلکې پهٔ قاموس کښې خو دا واضحه ده چې دَ طرف معنٰی ده دَ څیز یوه حصه ۔ یواځې حد اؤ کنارې ته نهٔ شی وئیلے ۔ یعنی دَ ورځې هغه حصه چې ورځ پرې نیمیږی ۔ اؤ دَ عوامو پهٔ اصطلاح کښې دَ ورځې دوه حصې دی دَ غرمې نه مخکښې اؤ دَ غرمې نه وروستو ۔
ف۱۴۱: یعنی کهٔ پهٔ دې طریقه عمل کوے نو پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې به راضی اؤ خوشحاله ئ ۔ اؤ دَ دې به غټ اجر درکړې شی ۔ پهٔ دنیا کښې به دَ اُمت پهٔ کامیابیٔ اؤ پهٔ آخرت کښې به پهٔ شفاعت ډېر خوشحاله اؤ راضی شې ۔
وَ لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۙ۬ لِنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ١ؕ وَ رِزْقُ رَبِّكَ خَیْرٌ وَّ اَبْقٰی۝۱۳۱
اؤ سترګې مهٔ نیسه هغه څیزونو ته چې فائده ورکړے مونږ پهٔ هغې دې قسما قسم خلقو ته ښائست دَ دنیا دَ ژوند ، دَ دوی دَ ازمیښت دپاره ۔ اؤ ستا دَ رب ورکړے روزی بهتره اؤ پائیداره ده ۔ ف۱۴۲
ف۱۴۲: یعنی پهٔ دنیا کښې قسم قسم کافرانو (لکه یهود ، عیسایان ، هندوان وغېره) ته مونږ دَ دنیا دَ عیش ډېر سامان ورکړے دے ۔ تهٔ دې سامانونو ته هېچرې پورته مهٔ ګوره (یعنی دَ دې تمنّا مهٔ کوه) دا خو دَ څو ورځو شے دے صرف دَ امتحان پهٔ غرض ورکړې شوے دے چې څوک احسان منی اؤ څوک نافرمانی کوی ۔ الله تعالیٰ چې ستا دپاره کوم لوئے نعمت خوښ کړے دے (لکه قرآن کریم اؤ دَ رسالت وچتې مرتبې اؤ دَ آخرت بهتر مقامونه) دا څیزونه دَ هغې دَ وړاندې څهٔ دی؟ دا څیزونه چند روزه اؤ فانی دی اؤ تا ته چې څهٔ درکړې شوی دی هغه دائمی اؤ همېشه باقی پاتی کېدونکی دی ۔
وَ اْمُرْ اَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَ اصْطَبِرْ عَلَیْهَا١ؕ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا١ؕ نَحْنُ نَرْزُقُكَ١ؕ وَ الْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوٰی۝۱۳۲
اؤ حکم کوه خپلې کورنیٔ ته دَ نمانځهٔ اؤ خپله هم قائم وسه پهٔ دې ، ف۱۴۳ مونږ نهٔ غواړو ستا نه روزی ، مونږ روزی درکوؤ تا ته ۔ اؤ بهتر انجام دے دَ پرهېزګاریٔ ۔ ف۱۴۴
ف۱۴۳: یعنی خپله هم باقاعده نمونځ کوه اؤ خپلې کورنیٔ اؤ متعلقینو باندې هم دَ نمانځهٔ تاکید کوه ۔ حدیث شریف دے چې وړوکے دَ ووهٔ (۷) کالو پهٔ نمانځهٔ ودرویٔ چې عادت شی اؤ دَ لسو (۱۰) کالو وړوکے کهٔ نمونځ نهٔ کوی نو سزا ورکویٔ اؤ پهٔ زور ېٔ عادت کویٔ ۔
ف۱۴۴: پهٔ دنیا کښې خو مالکان پهٔ خپلو غلامانو مزدوری کوی اؤ ځان ته پرې روزی پیدا کوی ګټه پرې کوی ۔ اؤ الله تعالیٰ داسې مالک دے چې غلامانو ته روزی دَ خپل ځانه ورکوی اؤ دَ هغوی نه صرف عبادت غواړی ۔ غرض دا چې پهٔ عبادت کښې زمونږ خپله فائده ده ۔ الله تعالیٰ دَ عبادت پهٔ برکت مونږ ته فراخه روزی راکوی اؤ نور احسانونه راباندې کوی ۔ ”وَ مَنْ یَّتَّقِ اللہَ یَجْعَلْ لَهٗ مَخْرَجًا وَّ یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبْ“ (څوک چې دَ الله نه ویریږی الله پاک هغهٔ ته څهٔ وسیله جوړوی اؤ دَ داسې طرف نه رزق ور رسوی چې دَ هغهٔ پهٔ خیال کښې هم نهٔ وی) نو ځکه کهٔ چرته دَ فرض نمونځ اؤ دَ دنیا دَ کار پهٔ مینځ کښې ټکر وی نو نمونځ پرېښؤل جائز نهٔ دی ۔ الله تعالیٰ دَ داسې کار کسب اجازت نهٔ ورکوی چې نمونځ پرې قضا کیږی ۔ نمونځ پهٔ هر حالت کښې ضروری دے ۔ دَ روزیٔ به ورته الله پاک بل څهٔ سبب پیدا کړی ۔ غرض دا چې دَ ژوند داسې کار کسب چې بنده پرې دَ نمانځهٔ نه پاتې کیږی جائز نهٔ دے ۔ بنده ته خپل عبادت کؤل پکار دی ۔ دَ رزق سبب به ېٔ الله کوی ۔
وَ قَالُوْا لَوْ لَا یَاْتِیْنَا بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ اَوَ لَمْ تَاْتِهِمْ بَیِّنَةُ مَا فِی الصُّحُفِ الْاُوْلٰی۝۱۳۳
اؤ خلق وائی دې ولې نهٔ راؤړی مونږ ته یو نښانه دَ خپل رب نه ف۱۴۵ آیا نهٔ ده رسېدلې دوی ته نښانه پهٔ مخکښینیو کتابونو کښې ۔ ف۱۴۶
ف۱۴۵: یعنی داسې څرګنده نښانه راته ولې نهٔ ښیٔ چې بیا مونږ پهٔ ایمان راؤړو مجبور شو اؤ دَ انکار ګنجائش پاتې نهٔ شی ۔
ف۱۴۶: حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ یعنی مخکښې کتابونو کښې تاسو ته دَ نبی آخر الزمان دَ راتلو خبر درکړې شوے دے اؤ دَ پېغمبرانو ډېرې نښانې ېٔ خلقو ته ښیٔلی دی۔ دا هم هغه شان پېغمبر دے اؤ هم هغه دَ توحید تبلیغ کوی څهٔ نوې خبره نهٔ کوی نو هغه تېرې معجزې اؤ مخکښینی کتانونو نه دَ عبرت اخستو اؤ یقین کؤلو دپاره کافی دے۔
(علامه عثمانی فرمائی) زما پهٔ خیال بهترین تفسیر ابن کثیرؒ کړے دے چې فرمائی دا خلق هسې ضد کوی چې نورې معجزې غواړی ۔ ګنی دَ ټولو نه غټه معجزه دا قرآن دَ دوی مخکښې دے چې دَ مخکښینیو آسمانی کتابونو دَ ضرورت مضامینو تصدیق اؤ حفاظت کوی ۔ بل ځائې کښې ارشاد دے : قَالُوْا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیٰتٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ قُلْ اِنَّمَا الْاٰیَاتُ عِنْدَ اللهِ ؕ وَ اِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ۝۵۰ اَوَلَمْ یَکْفِھِمْ اَنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْکِتٰبَ یُتْلٰی عَلَیْھِمْ ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَرَحْمَةً وَّ ذِکْرٰی لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۝۵۱ (سوره عتبوت ، رکوع ۵ )
(دوی وائی ولې نهٔ نازلیږی پهٔ دهٔ باندې یوه نښانه دَ خپل رب دَ طرف نه تهٔ ورته ووایه نښانې نازلؤل زما دَ رب اختیار دے زهٔ خو صرف کافران دَ عذاب نه ویرؤم اؤ مؤمنانو ته خوشخبری ورکوم ۔ آیا دوی ته دا نخښانه کافی نهٔ ده؟ چې ما پرې کتاب نازل کړے دے چې دوی ته اورؤلے شی ۔ پهٔ دې کښې رحمت دے اؤ نصیحت دے دَ هغه خلقو دپاره چې یقین کوی)
وَ لَوْ اَنَّاۤ اَهْلَكْنٰهُمْ بِعَذَابٍ مِّنْ قَبْلِهٖ لَقَالُوْا رَبَّنَا لَوْ لَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ نَّذِلَّ وَ نَخْزٰی۝۱۳۴
اؤ کهٔ مونږ دوی هلاک کړے وې پهٔ څهٔ آفت دَ دې نه مخکښې ، نو وې به ېٔ اے ربه ولې دې را وانهٔ ستؤلو مونږ ته یو استازے ، چې مونږ عمل کړے ستا پهٔ کتاب دَ ذلیل کېدو اؤ شرمېدو نه مخکښې ،
قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوْا١ۚ فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ اَصْحٰبُ الصِّرَاطِ السَّوِیِّ وَ مَنِ اهْتَدٰی۠ ۝۱۳۵
ورته ووایه هر یو انتظار کوی نو تاسو هم انتظار کویٔ مخکښې به درته پته ولګی چې څوک پهٔ سمه لار روان شو اؤ چا هدایت وموندو ۔ ف۱۴۷
ف۱۴۷: یعنی دَ دومره غټې نښانې قرآن نه پس هم دوی دَ بلې نښانې مطالبه کوی اؤ کهٔ مونږ دا نخښانه (یعنی قرآن) نهٔ وې نازل کړے اؤ دَ کتابونو اؤ رسولانو راستؤلو نه وړومبے مو دا خلق دَ کفر اؤ شرک پهٔ سزا کښې راګېر کړی وې نو دوی به شور غوبل جوړ کړے وهٔ چې دا خو ډېر ظلم دے مونږ دَ څهٔ نه خبر نه وو اؤ راګېر شو ۔ مونږ ته به ېٔ څوک استازے راستؤلے وهٔ دَ خپلو حکمونو نه به ېٔ خبر خبر کړی وو نو مونږ به ورباندې عمل کړے وهٔ اؤ دَ دې مصیبت نه به مو ځان خلاص کړے وهٔ ۔ غرض دا چې کهٔ قرآن نه وې راغلے نو دا بیان به ېٔ کؤلو ۔ اؤ اوس چې مونږ ورته استازے اؤ خپل حکمونه راواستؤل نو اوس پهٔ هغې غور نهٔ کوی اؤ نورې نورې بې کاره نخښانې غواړی ۔ دَ دوی غرض خو هدایت حاصلؤل نهٔ دے هسې فضول بهانې جوړوی نو دوی ته ووایه چې ښهٔ ده تاسو هم انتظار کویٔ اؤ زهٔ به هم انتظار کؤم ۔ دواړه به انتظار کوؤ چې الله څهٔ کوی ۔ کله چې دَ غیبو نه پرده پورته شوه ټولو ته به حال څرګند شی چې پهٔ سمه لار څوک وو اؤ ګمراه څوک وو؟