پارہ 09

قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَنُخْرِجَنَّكَ یٰشُعَیْبُ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَكَ مِنْ قَرْیَتِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا١ؕ قَالَ اَوَ لَوْ كُنَّا كٰرِهِیْنَ۫۝۸۸
ووې ورته هغه سردارانو چې کبرجن وو دَ هغهٔ پهٔ قوم کښې۔ اے شعیبهؑ مونږ به ضرور تا اؤ چا چې ایمان راؤړے دے تا سره دَ دې کلی نه وباسو۔ یا دا چې راواپس شیٔ زمونږ دین ته۔ ف۱۰۹ هغهٔ ورته ووې آیا کهٔ مونږ ترېنه نفرت کؤو نو بیا هم۔ ف۱۱۰
ف۱۰۹: دَ عَوْدٌ اصلی معنیٰ ده یو څیز ته دَ وتو نه پس بیا راګرځېدل۔ دَ حضرت شعیبؑ دَ ملګریو پهٔ حق کښې خو دا لفظ پهٔ رښتیا صادقیږی ځکه چې هغوی دَ کفر نه وتی وو اؤ اسلام ته ورغلی وو۔ البته دَ حضرت شعیبؑ متعلق (نعوذ بالله) دا تصوّر نهٔ شی کېدے چې ګنی هغه مخکښې دَ کافرو سره ملګرے وهٔ بیا ترېنه ووتو اؤ مسلمان شو، بلکې دَ هغهٔ پهٔ اعتبار دا خطاب یا (۱) تغلیبًا دے یعنی دَ عامو مسلمانانو پهٔ حق کښې استعمالېدو نه دَ اکثریت پهٔ وجه پکښې دَ هغهٔ دپاره هم راغلو ، دَ هغهٔ دپاره دَ بیل لفظ راؤړو څهٔ خاص ضرورت نهٔ وهٔ یا (۲) دا لفظ دَ هغهٔ دپاره دَ کفارو دَ خیال مطابق استعمال شوے دے، (خبره هم دَ هغوی دَ طرف نه ده) دَ تبلیغ شروع کؤلو نه مخکښې خو کفّارو ته دَ هغهٔ خیالات نهٔ وو معلوم نو دَ هغوی دا خیال وهٔ چې دې هم زمونږ ملګرے وهٔ خو اوس رانه جُدا شو۔ اؤ یا (۳) دَ عَوْد لفظ دلته مجازًا صرف دَ واپس کېدو پهٔ معنیٰ راغلے دے لکه چې ځنو مفسرینو لیکلی دی۔
ف۱۱۰: یعنی دَ دلائلو اؤ واضح ثبوت نه پس کهٔ مونږ دَ دې ناکاره عقیدو نه هر څومره نفرت چې کوؤ آیا تاسو بیا هم مونږ پهٔ زور دې خوا راړؤل غواړیٔ۔
قَدِ افْتَرَیْنَا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اِنْ عُدْنَا فِیْ مِلَّتِكُمْ بَعْدَ اِذْ نَجّٰىنَا اللّٰهُ مِنْهَا١ؕ وَ مَا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّعُوْدَ فِیْهَاۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّنَا١ؕ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا١ؕ عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا١ؕ رَبَّنَا افْتَحْ بَیْنَنَا وَ بَیْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَ اَنْتَ خَیْرُ الْفٰتِحِیْنَ۝۸۹
بېشکه مونږ به پهٔ الله دروغ تړلی وی کهٔ مونږ راواپس شو ستاسو دین ته ف۱۱۱ پس دَ دې چې الله ترې مونږ خلاص کړو۔ ف۱۱۲ اؤ مونږ سره نهٔ ښائی چې بیا ستاسو دین ته واپس شو مګر دا کهٔ الله وغواړی چې زمونږ رب دے۔ راګېر کړی دی زمونږ رب ټول څیزونه پهٔ خپل علم کښې ، پهٔ الله زمونږ اعتماد دے۔ اے ربه فیصله وکړه زمونږ اؤ زمونږ دَ قوم ترمینځه پهٔ انصاف سره۔ اؤ تهٔ دَ ټولو نه ښهٔ فیصله کؤنکے ئ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۱: یو باطل مذهب ته حق وئیل پهٔ الله باندې دروغ جوړؤل دی۔ بیا یو رښتونی پېغمبر اؤ دَ هغهٔ مخلص ملګری ایماندار دا کله کؤلے شی چې حق مذهب پرېږدی اؤ باطل اختیار کړی اؤ دَ الله دَ طرف نه چې ورته کوم حق اؤ صداقت څرګند شوے دے دَ هغې پخپله تکذیب وکړی۔ دا یو ناممکن کار دے۔
ف۱۱۲: څوک خو ېٔ ترېنه دَ وخته خلاص کړی وو لکه شعیبؑ چې کفر کښې دَ سره داخل نهٔ وهٔ اؤ څوک ېٔ داخلېدو نه پس ترېنه خلاص کړل لکه عام مؤمنان۔
ف۱۱۳: یعنی پهٔ خپل اختیار یا ستاسو پهٔ زور طاقت خو دا ممکنه نهٔ ده چې مونږ کفر ته را واؤړو۔ البته کهٔ بالفرض دَ الله پاک پهٔ مونږ کښې دَ چا متعلق داسې رضا وشی نو دَ هغهٔ اراده څوک بندؤلے شی؟ کهٔ دَ هغهٔ حکمت دا وغواړی نو پهٔ دې کښې بیا څوک غږ نهٔ شی کؤلے ځکه چې دَ هغهٔ علم پهٔ ټولو مصلحتونو اؤ حکمتونو حاوی دے۔ بهرحال مونږ ستاسو دَ دپکو نه څهٔ خطره نهٔ کوؤ۔ زمونږ پهٔ خپل رب اعتماد دے، چې څهٔ غواړی هغه کیږی ، بې دَ هغهٔ دَ رضا نه څوک هېڅ نهٔ شی کؤلے ځکه مونږ تاسو سره دَ فیصلې دپاره هم دَ هغهٔ نه سوال کوؤ، دَ هغهٔ نه ښهٔ فیصله هېڅوک نهٔ شی کؤلے۔ هغه پهٔ هر څهٔ عالم اؤ پهٔ هر څهٔ قادر اؤ غالب دے۔ دَ شعیبؑ دَ دې تقریر نه اندازه لګېدے شی چې دَ پېغمبرانو پهٔ زړونو کښې دَ خپل رب څومره عظمت وی ، اؤ دَ خپلې عاجزیٔ اؤ کمزوریٔ ورته څومره احساس وی چې هر وخت اؤ پهٔ هر حال کښې ېٔ یواځې هم پهٔ هغه ذات اعتماد وی اؤ دَ ظاهری اسبابو هېڅ خیال نهٔ ساتی۔
وَ قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَىِٕنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَیْبًا اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ۝۹۰
اؤ ووې هغه سردارانو چې کافر وو دَ هغهٔ پهٔ قام کښې کهٔ تاسو تابعداری وکړه دَ شعیبؑ نو تاسو به بېشکه خراب شیٔ ف۱۱۴
ف۱۱۴: یعنی دَ پلار نیکهٔ مذهب به درنه پاتې شی، دا خو مو دَ دین خرابے شو، اؤ پهٔ تجارت کښې به تول اؤ پېمانه پوره پوره کویٔ نو دا مو پهٔ دنیا کښې تاوان شو۔
فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَۚۖۛ۝۹۱
بیا راونیؤل هغوی سختې زلزلې بیا سحر پراتهٔ وو خپلو کورونو کښې پړ مخ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۵: دَ ګڼو آیتونو دَ یو ځائې کؤلو نه معلومیږی چې هغوی باندې ظُلَّۃ ۔ صَیْحَۃ ۔ رَجْفَہ درے قسمه عذاب راغلے وهٔ۔ یعنی اول پرې وریځ راخوره شوه چې پهٔ هغې کښې دَ اور شغلې وې۔ بیا پهٔ اسمان کښې یو زړهٔ لړزؤنکے ګړزا اؤ درزا شوه بیا پهٔ زمکه سخته زلزله راغله۔ (ابن کثیرؒ)
الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا١ۛۚ اَلَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَانُوْا هُمُ الْخٰسِرِیْنَ۝۹۲
چا چې دروغژن ګڼلو شعیبؑ ګویا هډو وسیدلی نهٔ وو پهٔ دې کلی کښې۔ چا چې دروغژن ګڼلو شعیبؑ هم هغه خراب شو، ف۱۱۶
ف۱۱۶: هغوی شعیبؑ دَ کلی نه دَ ویستو نیت کړے وهٔ۔ نو نهٔ ېٔ کلے پاتې شو اؤ نهٔ هغوی پاتی شو۔ اؤ دَ شعیبؑ ملګریو ته به ېٔ وې چې ستاسو دین دنیا خراب شو۔ نو دَ هغوی خپله هر څهٔ خراب شو ، هم دنیا هم آخرت ۔
فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَ قَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَ نَصَحْتُ لَكُمْ١ۚ فَكَیْفَ اٰسٰی عَلٰی قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ۠۝۹۳
پهٔ شا شو شعیبؑ دَ هغوی نه اؤ وېٔ وئیل اے زما قومه ما در ورسؤلو تاسو ته دَ خپل رب پېغام ، اؤ ستاسو خیرخواهی مې وکړه۔ نو اوس زهٔ څنګه افسوس وکړم پهٔ نامنونکیو۔ ف۱۱۷
ف۱۱۷: یعنی اوس دَ تباه کېدو نه پس دَ داسې قوم پهٔ حالت افسوس کؤلو نه څهٔ خیر دے چې ما پهٔ هر رنګ پوهه کړل۔ نصیحتونه مې ورته وکړل، دَ انجام نه مې ویرؤل مګر هغوی زما یوه خبره وانهٔ ورېده اؤ زما خیرخواهیٔ پرې هېڅ اثر ونهٔ کړو۔
وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّاۤ اَخَذْنَاۤ اَهْلَهَا بِالْبَاْسَآءِ وَ الضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَضَّرَّعُوْنَ۝۹۴
اؤ مونږ نهٔ دے راستؤلے یو کلی ته هم نبی چې نهٔ مو وی راګېر کړی دَ هغه ځائې خلق پهٔ سختیٔ اؤ تکلیف کښې دَ دې دپاره چې زاری وکړی۔
ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّیِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتّٰی عَفَوْا وَّ قَالُوْا قَدْ مَسَّ اٰبَآءَنَا الضَّرَّآءُ وَ السَّرَّآءُ فَاَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۝۹۵
بیا بدله کړه مونږه دَ بدیٔ پهٔ ځائې نیکی تر دې چې هغوی مخکښې لاړ شو اؤ وېٔ وئیل رسېدلے وهٔ زمونږ نیکونو ته هم سختی اؤ نرمی، بیا مونږ راونیؤل هغوی ناڅاپه اؤ هغوی خبر نهٔ وو۔ ف۱۱۸
ف۱۱۸: دَ پېغمبرانو دَ بعثت پهٔ وخت چې اکثر خلق دَ هغوی پهٔ مقابله کښې ودریږی اؤ هغوی ته دروغژن وائی نو دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه اول دَ هغوی دَ بیدارؤلو دپاره بیماری ، قحط اؤ مختلف قسم سختیٔ راشی چې دوی پوهه شی اؤ دَ شرارت نه منع شی اؤ توبه وباسی۔ لېکن کله چې دا خبرې پهٔ هغوی اثر ونهٔ کړی نو سختی ترېنه لرې کړی، فراخی اؤ خوشحالی پرې راولی چې پهٔ دې احسان ومنی اؤ شکر وباسی اؤ یا پهٔ عیش عشرت کښې ښه ډوب شی اؤ پهٔ کفر کښې نور هم سخت شی۔ اؤ چې څومره ېٔ خوشحالی زیاتیږی دومره دَ هغوی کبر اؤ غفلت هم زیاتیږی اؤ وړومبنیٔ سختیٔ ېٔ هېرې شی اؤ وائی دا خو دَ دنیا اتفاقات دی۔ زمونږ پهٔ مشرانو هم کله دغه شان سختې اؤ کله راحتې راتلې۔ پهٔ مونږ هم راغلې، پهٔ دې کښې زمونږ دَ عمل هېڅ دخل نشته۔ نو چې دوی پهٔ کفر کښې ښهٔ ډوب شی۔ ناڅاپهٔ ورباندې دَ الله پاک عذاب راشی۔ دوی دَ ځان نه خبر هم نهٔ وی اؤ ټول تباه شی۔ حضرت شاه صاحب لیکی چې بنده ته کهٔ پهٔ دنیا کښې دَ ګناه سزا ورسی نو امید شته چې توبه وکړی اؤ دَ آخرت دَ سزا نه بچ شی، اؤ کهٔ ګناه ورباندې راسته راشی اؤ پهٔ دنیا کښې ورته څهٔ تکلیف ونهٔ رسی نو دا دَ الله دَ طرف نه مزے سستؤل دی اؤ دَ تباهیٔ خطره ېٔ ده۔ لکه څوک چې زهر وخوری نو کهٔ قے ېٔ وکړل نو امید شته چې بچ شی اؤ کهٔ هضم ېٔ کړل نو لاړو تباه شو۔
وَ لَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرٰۤی اٰمَنُوْا وَ اتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ وَ لٰكِنْ كَذَّبُوْا فَاَخَذْنٰهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۝۹۶
اؤ کهٔ دَ کلیو خلقو ایمان راؤړے وې اؤ پرهېزګاره شوی وې۔ نو پرانستی به وو ورته مونږ نعمتونه دَ اسمان اؤ زمکې نه ، لېکن هغوی دروغ وګڼل نو مونږ ونیؤل دَ خپلو عملونو پهٔ بدل کښې۔ف۱۱۹
ف۱۱۹: یعنی زمونږ دَ بندګانو سره څهٔ بدی نشته ، څوک چې مو تباه کړل دا دَ هغوی دَ خپلو عملونو نتیجه ده کهٔ دوی زمونږ دَ پېغمبرانو خبره منلې وې اؤ حق ېٔ قبول کړے وې اؤ دَ کفر نه ېٔ ځان بچ کړے وې نو دَ اسمان اؤ زمکې ټول برکتونه به ېٔ حاصل کړی وو۔ امام رازیؒ فرمائی چې دَ برکت دوه معنې دی۔ کله خوترېنه دائمی برکت مراد وی اؤ کله ترېنه پهٔ دنیا کښې دَ نعمتونو زیاتوالے مراد وی۔ نو دلته آیت کښې مطلب دا شو دَ آسمان اؤ زمکې هغه دائمی نعمتونه به ورکړی شوی وو دَ کومو چې بیا بندېز اؤ خلاصې نشته همېشه دپاره جاری وی۔ یا دا مطلب دے چې پهٔ دنیا کښې مو ورته بې حسابه نعمتونه مستقل ورکړی وو۔ دَ کافرانو غوندې دَ څو ورځو عارضی خوشحالی به نهٔ وه ، کومه چې هغوی ته دَ مهلت ورکؤلو دپاره ورکیږی اؤ انجام ېٔ خراب وی پهٔ دنیا کښې هم اؤ پهٔ آخرت کښې هم۔
اَفَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا بَیَاتًا وَّ هُمْ نَآىِٕمُوْنَؕ۝۹۷
آیا اوس دَ کلیو خلق بې فکره دی چې راشی ورباندې زمونږ عذاب دَ شپې شپې چې دوی ودهٔ وی۔
اَوَ اَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا ضُحًی وَّ هُمْ یَلْعَبُوْنَ۝۹۸
یا دا دَ کلو کسان بې فکره دی چې راشی ورباندې زمونږ عذاب پهٔ غرمه کښې چې دوی لوبې کوی۔ ف۱۲۰
ف۱۲۰: یعنی چې دَ شپې پهٔ عېش عشرت کښې غافل ودهٔ وی، یا دَ ورځې خپل دَ دنیا پهٔ کاروبار اؤ پهٔ فضول کارونو کښې مشغول وی۔ ناڅاپه ورباندې دَ الله عذاب راشی۔ دَ دې خبرې نه دا خلق ولې بې فکره دی۔ پهٔ کومه وجه چې پهٔ نورو مخکښینیو قومونو عذاب راغلے وهٔ۔ یعنی دَ نبیانو پهٔ تکذیب اؤ مخالفت۔ هغه اسباب خو پهٔ دوی کښې هم موجود دی نو دوی دَ عذاب نه ولې بې غمه دی۔
اَفَاَمِنُوْا مَكْرَ اللّٰهِ١ۚ فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ۠۝۹۹
آیا دوی بې فکره دی دَ الله دَ چل نه ، اؤ بې فکره کیږی دَ الله دَ چل نه مګر هغه قوم چې پهٔ نقصان کښې پرېوتونکے دی۔ ف۱۲۱
ف۱۲۱: دَ دنیا دَ خوشحالیٔ اؤ راحت ورکؤلو نه پس چې الله پاک کوم ناڅاپی ګرفت کوی دَ دې نه پهٔ (مکر الله) سره تعبیر شوے دے۔ یعنی دَ دنیا پهٔ آرام اؤ راحت کښې هغه خلق دَ الله دَ ګرفت نه غافل کیږی څوک چې خپلو عملونو کندې ته غورځؤلی دی۔ دَ مسلمانان شان دا نهٔ دے چې الله هېر کړی۔
اَوَ لَمْ یَهْدِ لِلَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْاَرْضَ مِنْۢ بَعْدِ اَهْلِهَاۤ اَنْ لَّوْ نَشَآءُ اَصَبْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ١ۚ وَ نَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ۝۱۰۰
آیا نهٔ ده څرګنده شوے هغه خلقو ته چې وارثان شوی دی دَ زمکې دَ هغه خلقو دَ هلاکت نه پس، دا خبره چې کهٔ مونږ وغواړو راګېر به کړو دوی دَ ګناهونو پهٔ وجه۔ ف۱۲۲ اؤ مونږ مهر لګؤلے دے دَ دوی پهٔ زړونو نو دوی نهٔ اوری۔
ف۱۲۲: یعنی څنګه چې ېٔ مخکښینی قومونه تباه کړی دی، دغسې تاسو هم تباه کؤلے شی۔
تِلْكَ الْقُرٰی نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآىِٕهَا١ۚ وَ لَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ١ۚ فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا مِنْ قَبْلُ١ؕ كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۰۱
دغه کلی دی چې مونږ بیانوو تا ته دَ هغوی څهٔ حالات۔ اؤ بې شکه ورغلی هغوی ته رسولان دَ څرګندو نښو سره ، بیا هرګز داسې ونهٔ شوه چې ایمان راؤړی پهٔ هغه خبرو چې مخکښې دروغ ګڼلې۔ دغسې مهر لګوی الله دَ کافرانو پهٔ زړونو باندې ف۱۲۳
ف۱۲۳: دَ کوم څیز نه چې ېٔ یو ځل انکار کړے دے کهٔ ډېرې معجزې ورته ښکاره کړې شی، دنیا پهٔ بله واؤړی خو دا ممکنه نهٔ ده چې هغوی بیا دَ هغه څیز اقرار وکړی۔ هر کله چې دَ حق پهٔ مقابله کښې ضد دې درجې ته ورسی نو بیا عادت دا دے چې دَ اصلاح اؤ حق قبلؤلو څهٔ شکل پاتې نهٔ شی۔ دغه مطلب دے ، پهٔ زړونو دَ مهر لګېدو۔ وَلَقَدْ جَآءَتْہُمْ رُسُلُہُمْ بِالْبَیِّنَاتِ نه معلومه شوه چې کوم انبیاء علیهم السّلام ددَ نوحؑ قوم ته ، عاد و ثمود ته اؤ دَ لوطؑ قوم ته اؤ اهلِ مدین ته راغلی وو هغې ټولو ته واضحه نښانې (معجزې) ورکړې شوے وې۔ نو بیا دَ لوط علیه السّلام دَ قوم دا وینا چې مَا جِئْتَنَا بِبَیِّنَۃٍ غلطه اؤ صرف دَ عناد پهٔ وجه وه۔
وَ مَا وَجَدْنَا لِاَكْثَرِهِمْ مِّنْ عَهْدٍ١ۚ وَ اِنْ وَّجَدْنَاۤ اَكْثَرَهُمْ لَفٰسِقِیْنَ۝۱۰۲
اؤ بیا نهٔ مونده مونږ دَ دوی پهٔ اکثریت کښې وعده پوره کؤل، اؤ وموندل مونږ پهٔ دوی کښې اکثر نافرمانه۔ ف۱۲۴
ف۱۲۴: دَ عَهَد نه ممکنه ده چې عامې وعدې مراد وی یا خاص عهدِ اَلَسْتُ مراد وی۔ یا هغه وعدې چې دَ مصیبت راتلو پهٔ وخت دوی کؤلے چې کهٔ دَ نبیﷺ پهٔ دعا رانه دا مصیبت لرې شو نو ایمان به راؤړو۔ اؤ بیا به ېٔ هغه وعده نهٔ پوره کؤله۔ لکه دَ قومِ فرعون پهٔ حال کښې چې بیان شوی دی چې وئیل ېٔ لَئِنْ کَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِیٓ اِسْرَائِیْلَ فَلَمَّا کَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ اِلٰٓی اَجَلٍ هُمْ بَالِغُوْہُ اِذَاهُمْ یَنْکُثُوْنَ۔
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْۢ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ مَلَاۡىِٕهٖ فَظَلَمُوْا بِهَا١ۚ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ۝۱۰۳
بیا راواستؤلو مونږ دَ دې نه پس ف۱۲۵ موسٰیؑ دَ خپلو نخښو سره فرعون اؤ دَ هغهٔ سردارانو ته ، نو هغوی کفر وکړو دَ موسٰی مقابله کښې، نو تهٔ وګوره چې دَ مفسدانو انجام څهٔ شو، ف۱۲۶
ف۱۲۵: یعنی دَ کومو نبیانو چې ذکر وشو (نوحؑ، هودؑ، صالحؑ، شعیبؑ، لوطؑ) موسٰیؑ دَ دې ټولو نه وروستو راغلے وهٔ۔ دَ دې پېغمبرانو دَ بیان پهٔ ضمن کښې دَ الله طریقه (سنّت الله) بیان شوه کومه چې دَ مکذّبینو دپاره جاری ده۔ مطلب ترېنه موجوده کفارو ته خبر به ورکؤل وو، چې کهٔ تاسو دَ حضور اکرمﷺ مخالفت نه نهٔ منع کېږیٔ نو ستاسو به هم دغه حال وی۔ دَ دې ضمنی خبرې نه فارغ کېدو نه پس بیا دَ پېغمبرانو دَ سلسلې دَ یوې اهمې کړۍ بیان شروع کیږی۔
ف۱۲۶: دَ هغهٔ نه زیات مفسد به څوک وی چې دَ الله دَ پېغمبرانو تکذیب کوی، دَ الله پاک دَ آیتونو تکذیب کوی اؤ ځان دَ خلقو معبود ګڼی۔ دَ ضروری واقعاتو دَتفصیل نه پس دَ دغې مفسدانو انجام بیان شوے دے چې خلق ترېنه عبرت اخلی۔
وَ قَالَ مُوْسٰی یٰفِرْعَوْنُ اِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱۰۴
اؤ موسٰیؑ ووې اے فرعونه زهٔ رسول یم دَ پروردګارِ عالم دَ طرف نه۔
حَقِیْقٌ عَلٰۤی اَنْ لَّاۤ اَقُوْلَ عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ١ؕ قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَرْسِلْ مَعِیَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَؕ۝۱۰۵
کلک یم پهٔ دې خبره چې نهٔ وایم دَ الله دَ طرف نه بې دَ حقې خبرې نه، راؤړی دی ما تاسو ته نښانې ستاسو دَ رب دَ طرفه، ف۱۲۷ نو واستوه ما سره بنی اسرائیل، ف۱۲۸
ف۱۲۷: اکثرو مفسرانو دَ حقیق معنیٰ (جدیر ۔ لائق) اخستې ده اؤ دلته ېٔ اعلیٰ دَ باء پهٔ معنیٰ اخستې ده یعنی زما دَ شان سره لائقه دا ده چې دَ الله دَ طرف نه غلطه اؤ ناحقه خبره ونهٔ کړم۔ ځنو دَ حقیق معنیٰ حریص کړے ده لېکن مترجمؒ دَ حقیق معنیٰ قائم اؤ ثابت کړے ده۔ مطلب دا چې زهٔ بغیر دَ څهٔ معمولی کمزوریٔ نه پوره پهٔ مضبوطیا اؤ استقلال سره پهٔ دې کلک ولاړ یم ، دَ رښتیا نه سوا بله خبره به دَ خلې نه نهٔ وباسم۔ دَ الله پېغام به پوره پوره رسوم اؤ ستاسو دَ تکذیب اؤ خلاف به هېڅ خیال نهٔ ساتم۔
ف۱۲۸: هسې خو موسٰیؑ فرعون ته ډېر نصیحتونه کړی وو لکه نورو آیتونو کښې چې راځی: فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰٓی اَنْ تَزَکّٰی وَ اَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی وغېره۔ لېکن غټه خبره دا وه چې بنی اسرائیل چې دَ نبیانو اولاد وهٔ ، فرعون هغوی پهٔ قید کښې ډېر پهٔ تکلیف ساتل۔ غلامان ېٔ ترې جوړ کړی وو اؤ ډېره سختی به ېٔ ورسره کؤله۔ دَ موسٰیؑ دا کوشش وهٔ چې دا بنی اسرائیل دَ فرعون دَ سختو نه خلاص کړی۔ پهٔ دې موقع هم فرعون ته دا خبره کوی چې بنی اسرائیل دَ قید نه ازاد کړه چې پهٔ ازادیٔ زما سره دَ الله پاک پهٔ عبادت کښې مشغول وی اؤ زما سره خپل زوړ وطن شام ته لاړ شی چرته چې ابراهیمؑ دَ عراق نه هجرت کړے وهٔ۔ بیا وروستو دَ یوسفؑ پهٔ وجه بنی اسرائیل مصر ته راغلل اؤ دلته آباد شو، خو دلته ورباندې دَ فرعون قوم قبطیانو سخت ظلمونه شروع کړی وو۔ نو پکار وه چې بنی اسرائیل بیا خپل وطن ته لاړ شی۔
قَالَ اِنْ كُنْتَ جِئْتَ بِاٰیَةٍ فَاْتِ بِهَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۝۱۰۶
فرعون ووېٔ کهٔ تا څهٔ نخښه راؤړے وی نو هغه مونږ ته وښایه کهٔ تهٔ رښتونې ي۔
فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌۚۖ۝۱۰۷
نو هغهٔ وغورځؤله خپله همسا نو هغه هم هغه وخت اژدها شوه څرګنده۔ ف۱۲۹
ف۱۲۹: یعنی دَ هغې پهٔ اژدها کېدو کښې څهٔ شک شبه نهٔ وه۔ وائی چې هغه اژدها خلهٔ وازه کړه اؤ فرعون طرف ته روانه شوه۔ فرعون ډېر پهٔ هیبت شو اؤ موسٰیؑ ته ېٔ خواست وکړو چې دا اژدها راؤنیسه اؤ ما ترېنه خلاص کړه۔ موسٰیؑ چې راونیوه نو هغه بیا هغه شان همسا شوه لکه چې وه۔
وَّ نَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ۠۝۱۰۸
اؤ راوېٔ وېستو خپل لاس نو هغه سپین پړقېدونکے ولیدو کتونکیو۔ ف۱۳۰
ف۱۳۰: یعنی لاس ېٔ دَ قمیص پهٔ ګریوان کښې ننوېستو ترخ کښې ېٔ ورکړو۔ نو چې بیا ېٔ راووېستو هغې داسې سپین پړق وهلو چې چا ورته کتې نهٔ شو۔ دا سپین والے دَ څهٔ مرض اثر نهٔ وهٔ۔ بلکې داسې معلومېدهٔ لکه چې دَ روښانه زړهٔ رڼا دَ معجزې پهٔ طور لاس ته منتقله شوے وی۔
قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌۙ۝۱۰۹
ووېٔ دَ فرعون دَ قوم سردارانو، دا خو څوک پوخ جادوګر دے۔ ف۱۳۱
ف۱۳۱: معلومیږی داسې چې فرعون دَ موسٰیؑ دَ دې معجزو نه هیبت زده شو خپل وزیران اؤ مشیران ېٔ راجمع کړل۔ اول ېٔ ورته خپل خیال څرګند کړو۔ بیا هغه ټولو هوښیارانو دا رائے قائمه کړه چې موسٰیؑ (نعوذ بالله) جادوګر دے۔ دَ دې معجزو څهٔ ظاهری توجیه هغوی نهٔ شوه کؤلے نو جادو ېٔ ورته ووېٔ۔ (پهٔ دغه زمانه کښې دَ جادو ډېر زور وهٔ)
یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ١ۚ فَمَا ذَا تَاْمُرُوْنَ۝۱۱۰
چې تاسو وېستل غواړی دَ خپل وطن نه، نو اوس ستاسو څهٔ صلاح ده۔ ف۱۳۲
ف۱۳۲: یعنی دې دَ جادو پهٔ زور دَ خلقو زړونه ځان ته را اړوی اؤ دَ بنی اسرائیلو دَ ازادیٔ پهٔ بهانه دَ دې ملک وسیدونکی قبطیان دَ دې ملک نه وباسی، پهٔ ملک قبضه کوی۔ نو ستاسو څهٔ خیال دے چې څهٔ ورسره وکړو۔
قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَ اَخَاهُ وَ اَرْسِلْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَۙ۝۱۱۱
هغوی ووېٔ وخت ورکړه دهٔ اؤ دَ دهٔ ورور ته اؤ واستوه ښارونو ښارونو ته راجمع کوونکی۔
یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ۝۱۱۲
چې راجمع کړی تا ته ټول کامل جادوګر۔ ف۱۳۳
ف۱۳۳: ټولو لیډرانو دا صلاح پاس کړه چې فرعون ته درخواست پکار دے چې دَ دوی پهٔ فیصله کښې جلدی نهٔ کوی۔ دَ دوی ښهٔ ځواب دا دے چې دَ ټول ملک نه ماهران ساحران راجمع کړې شی اؤ مقابله ېٔ سره وشی۔ نو فرعون هم دغسې وکړل۔
وَ جَآءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوْۤا اِنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ۝۱۱۳
اؤ راغلل جادوګر فرعون ته دوی ووې مونږ ته به څهٔ مزدوری راکوے کهٔ مونږ غالب شو۔ ف۱۳۴
ف۱۳۴: ساحرانو فرعون نه پهٔ وړومبنی قدم دَ اجر مطالبه وکړه اؤ دا ېٔ څرګنده کړه چې دَ پېغمبرانو بیل کار دے اؤ دَ کسب ګرو خلقو بیل کار دے۔ پېغمبران خو پهٔ جار وائی مَاۤ اَسْئَلُکُمْ مِنْ اَجْرٍ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللہِ (زهٔ ستاسو نه دَ اصلاح پهٔ دې کار مزدوری نهٔ غواړم مزدوری خو دَ الله سره ده)
قَالَ نَعَمْ وَ اِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ۝۱۱۴
فرعون ورته ووې اؤ اؤ تاسو به ماته ډېر نژدے شیٔ۔ ف۱۳۵
ف۱۳۵: یعنی مزدوری خو چې څهٔ غواړیٔ دا خو څهٔ خبره نهٔ ده، تاسو به زما مقربین اؤ پهٔ خاصو کښې شمار شیٔ، ډېر لوئے عزت به درکړم۔
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَ اِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ نَحْنُ الْمُلْقِیْنَ۝۱۱۵
هغوی ووې اے موسٰی یا خو تهٔ مخکښې وغورځوه اؤ یا مونږه مخکښې غورځوؤ۔ ف۱۳۶
ف۱۳۶: شاید چې ساحرانو دا ځکه ووې چې مخکښې موسٰیؑ دَ فرعون مخکښې دَ همسا نه اژدها جوړه کړے وه۔
قَالَ اَلْقُوْا١ۚ فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا سَحَرُوْۤا اَعْیُنَ النَّاسِ وَ اسْتَرْهَبُوْهُمْ
وَ جَآءُوْ بِسِحْرٍ عَظِیْمٍ۝۱۱۶
موسٰی ووې تاسو وغورځویٔ، ف۱۳۷ بیا کله چې هغوی وغورځؤل دَ خلقو سترګې ېٔ وتړلے اؤ وې ویرؤل اؤ غټ جادو ېٔ وکړو ف۱۳۸
ف۱۳۷: یعنی هر کله چې تاسو خامخا مقابله کویٔ نو اول تاسو خپل پوره زور څرګند کړیٔ اؤ خپل طاقت وښیٔ۔ دَ دې نه پس چې دَ حق غلبه وشی نو هغه به پهٔ خلقو ډېر اثر وکړی۔ دا پهٔ اصل کښې دَ معجزې اؤ سحر دَ مقابلې اجازت نهٔ وهٔ بلکې دَ خلقو دَ پوهه کؤلو دپاره پهٔ دوؤ خبرو کښې یوه خبره خوښؤل وو چې دَ باطل پهٔ مقابله کښې دَ حق غلبه څرګنده شی۔ اؤ دا یو بهترین شکل وهٔ پهٔ دې وخت کښې۔
ف۱۳۸: یعنی دَ جادو پهٔ زور ېٔ نظربندی وکړه اؤ خلق ېٔ مرعوب کړل۔ بل ځائې کښې راځی چې هغوی خپلې رسۍ اؤ لښتې میدان کښې وغورځؤلے چې هغه خلقو ته داسې ښکارېدے لکه پهٔ زمکه ماران منډې وهی۔ یُخَیَّلُ اِلَیْهِمْ مِنْ سِحْرِهِمْ اَنَّهَا تَسْعٰی (دَ هغوی دَ سحر پهٔ زور خلقو ته داسې ښکارېدې لکه چې منډې وهی) دَ دې نه معلومیږی چې دَ فرعون ساحرانو چې پهٔ دغه وخت کوم جادو ښکاره کړے وهٔ دَ هغې نه پهٔ واقعه کښې هغه رسۍ ماران شوی نهٔ وو ، بلکې دَ سحر پهٔ وجه هسې دَ خلقو پهٔ نظر کښې ژوندی ماران ښکارېدل۔ دَ دې نه دا نهٔ ثابتیږی چې بس دَ هغوی ټول ټال سحر هم دغه وهٔ۔ کهٔ پهٔ دې کښې کامیاب شوی وې نو کېدے شوه چې څهٔ نورې تماشې ېٔ هم ښیٔلے وې۔ دَ هغوی دا خیال وهٔ چې پهٔ دې کښې به کامیاب شو۔ (بل دا چې وړومبے موسٰیؑ دَ همسا نه اژدها جوړه کړے وه) نو هغوی هم وړومبے هم دغه قسم سحر مقابله کښې پېش کړو) لېکن دَ معجزې پهٔ مقابله کښې سحر پهٔ وړومبیٔ پاڼۍ داسې شکست وخوړلو چې دَ نورې مقابلې هډو ضرورت پاتې نهٔ شو۔
وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَلْقِ عَصَاكَ١ۚ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَۚ۝۱۱۷
اؤ مونږ حکم وکړو موسٰیؑ ته چې وغوځوه خپله همسا، نو هغه دم هغه پهٔ رانغړدو شوه دَ چل ول چې هغوی جوړ کړی وو۔
فَوَقَعَ الْحَقُّ وَ بَطَلَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَۚ۝۱۱۸
نو څرګند شو حق اؤ غلط شو څهٔ چې هغوی کړی وو۔
فَغُلِبُوْا هُنَالِكَ وَ انْقَلَبُوْا صٰغِرِیْنَۚ۝۱۱۹
نو هغوی هم پهٔ هغه ځائې بیٔله اؤ واپس شو شرمیدلی۔
وَ اُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَۚۖ۝۱۲۰
اؤ پرېوتل جادوګر پهٔ سجده۔ ف۱۳۹
ف۱۳۹: یعنی دَ موسٰیؑ دَ همسا نه داسې اژدها جوړه شوه چې دَ هغوی دَ رسیو اؤ لښتو ټول ماران ېٔ راونغاړل اؤ دَ هغوی ټوله لوبه ېٔ ورانه کړه۔ ساحران پوهه شو چې دا خو سحر نهٔ دے څهٔ بل څهٔ حقیقت دے دَ سحر نه څهٔ وچت څیز دے۔ نو ساحرانو چې دا حقیقت ولیدو بې اختیاره پهٔ سجده پرېوتل۔ وائی چې پهٔ دغه وخت موسٰیؑ اؤ هارونؑ پهٔ خپله کامیابیٔ الله پاک ته پهٔ سجده پرېوتل۔ نو ساحرانو هم ورسره سجده وکړه۔ دَ اُلْقِیَ السَّحَرَۃُ سَاجِدِیْنَ الفاظ دا څرګندوی چې پهٔ ساحرانو داسې کیفیت راغلو چې بې اختیاره الله پاک ته پهٔ سجده پرېوتل۔ دَ الله پاک دَ رحمت نه قربان شم چې کوم خلق اوس دَ پېغمبر مقابلې ته راوتی وو، پهٔ یو ساعت کښې دَ الله نیک بندګان اؤ دوستان شو۔ دَ مقابل پهٔ ځائې تابع اؤ فرمانبردار شو۔ اؤ دَ فرعون خلق چې کوم تماشې ته راجمع وو ذلیل اؤ خوار اؤ شرمنده دَ میدان نه واپس شو۔
قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱۲۱
اؤ وې وئیل ایمان راؤړو مونږ پهٔ پروردګارِ عالم۔
رَبِّ مُوْسٰی وَ هٰرُوْنَ۝۱۲۲
چې رب دے دَ موسٰیؑ اؤ دَ هارونؑ ف۱۴۰
ف۱۴۰: فرعون هم ځان ته رب وې۔ اَنَا رَبُّکُمُ الْاَعْلٰی۔ ځکه دلته دَ ربّ العالمین سره رب موسٰیؑ و هارونؑ ذکر شو، چې بېشکه دَ جهان رب هغه ذات دے چا چې خپل بندګان موسٰیؑ اؤ هارونؑ بغیر دَ څهٔ ظاهری اسبابو اؤ شان شوکت نه دَ دومره متکبّر ، جابر اؤ طاقتور حکمران پهٔ مقابله کښې کامیاب کړل۔
قَالَ فِرْعَوْنُ اٰمَنْتُمْ بِهٖ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ١ۚ اِنَّ هٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوْهُ فِی الْمَدِیْنَةِ لِتُخْرِجُوْا مِنْهَاۤ اَهْلَهَا١ۚ فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ۝۱۲۳
فرعون ورته ووېٔ آیا تاسو ایمان راؤړو پهٔ هغهٔ زما دَ اجازت درکؤلو نه مخکښې۔ دا خو ټګی ده چې تاسو ټولو جوړه کړے ده پهٔ دې ښار کښې۔ چې وباسیٔ دَ دې نه دَ دې وسیدونکی۔ نو اوس به درته معلونه شی۔ ف۱۴۱
ف۱۴۱: یعنی دا تاسو ټول جادوګرو صلاح کړے ده ، موسٰیؑ ستاسو دَ ټولو استاذ دے۔ دې مو مخکښې راواستؤلو اؤ بیا مو ورته پهٔ مقابله کښې ځان پړ کړو۔ پهٔ دې چل ول تاسو پهٔ دې ملک اؤ حکومت قبضه کؤل غواړیٔ۔ دا تقریر فرعون دَ خپل شرم پټؤلو اؤ خلقو ته دهوکې ورکؤلو دپاره وکړو لېکن دَ کوم څیز نه چې فرعون ویرېدو الله پاک هم هغه کار وکړو۔
لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَ اَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ۝۱۲۴
زهٔ به ضرور پرېکړم ستاسو دَ یو طرف لاسونه اؤ دَ بل طرف ښپې۔ بیا به ټول پهٔ سولۍ وخېژوم۔
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَۚ۝۱۲۵
هغوی ووې مونږ خو هسې هم خپل رب ته واپس کیدونکی یو۔ ف۱۴۲
ف۱۴۲: ساحران خو دَ حقیقت نه خبر شوی وو اؤ دَ توحید پهٔ شرابو مست وو پهٔ هغوی دپکو کله اثر کؤلے شو۔ هغوی ورته صفا جواب ورکړو چې ستا څهٔ وس کیږی هغه وکړه مونږ خو پهٔ الله اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ ایمان راؤړے دے۔ دَ الله دَ رضا دپاره پهٔ دنیا کښې هر تکلیف برداشت کؤل اسان دی۔ دا تکلیف دَ آخرت دَ دائمی عذاب پهٔ مقابله کښې هېڅ هم نهٔ دے۔
ہنئًا لارباب النعم نعیمہم
وللعا شق المسکین ما یتجرَّعُ
وَ مَا تَنْقِمُ مِنَّاۤ اِلَّاۤ اَنْ اٰمَنَّا بِاٰیٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا١ؕ رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّ تَوَفَّنَا مُسْلِمِیْنَ۠۝۱۲۶
اؤ ستا خومونږ سره صرف دغه دښمنی ده چې مونږ ایمان راؤړې دَ خپل رب پهٔ نخښو، کله چې مونږ ته راغلې ، اے زمونږه ربه مونږ ته ډېر صبر راکړې، اؤ مونږ مسلمانان مړهٔ کړې۔ ف۱۴۳
ف۱۴۳: یعنی دَ کوم رب دَ نښانو پهٔ لیدو چې مونږ ایمان راؤړے دے اؤ ستا پهٔ نظر کښې مجرمان شوی یو، مونږ هم هغهٔ ته سوال کوو چې دَ صبر توفیق راکړی اؤ تر مرګه مو پهٔ اسلام قائم وساتی ، هسې نه چې دَ مرګ دَ ویرې رانه چرته دَ الله دَ رضا خلاف څهٔ خبره وشی۔
وَ قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اَتَذَرُ مُوْسٰی وَ قَوْمَهٗ لِیُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَ یَذَرَكَ وَ اٰلِهَتَكَ١ؕ قَالَ سَنُقَتِّلُ اَبْنَآءَهُمْ وَ نَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ١ۚ وَ اِنَّا فَوْقَهُمْ قٰهِرُوْنَ۝۱۲۷
اؤ ووې سردارانو دَ فرعون دَ قوم، آیا تهٔ پرېږدے موسٰیؑ اؤ دَ هغهٔ قوم چې ملک کښې ېٔ فساد خور کړی، ف۱۴۴ اؤ موقوف کړی تا اؤ ستا بُتان۔ ف۱۴۵ فرعون ووې اوس به قتل کوم دَ دوی هلکان اؤ ژوندیٔ به پرېږدم دَ دوی جینکۍ اؤ مونږ پهٔ دوی باندې طاقتور یو۔ ف۱۴۶
ف۱۴۴: هرکله چې دَ حقو نښانو پهٔ لیدو ساحران پهٔ سجده پرېوتل اؤ بنی اسرائیلو دَ موسٰیؑ ملګرتیا وکړه بلکې ډېر قبطیان هم دې خوا را واؤړېدل نو دَ فرعون دَ قوم لیډران ویرېدل اؤ فرعون ېٔ سختیٔ کؤلو ته تیار کړو چې موسٰیؑ اؤ بنی اسرائیلو ته دَ آزادیٔ موقع ورکؤل نهٔ دی پکار ، دوی به ټول خلق ځان ته راواړوی اؤ پهٔ ملک کښې به ستا دَ حکومت خلاف بغاوت پورته کړی، اؤ ستا اؤ ستا دَ معبودانو عبادت به دَ دې وطن نه ورک کړی۔
ف۱۴۵: فرعون به ځان ته رَبِّ اَعْلٰی (لوئے خدائې) وې، نو دَ ځان دَ لوییٔ دپاره به ېٔ څهٔ واړهٔ خدایان هم جوړ کړی وو۔ دَ هغې نه پهٔ اٰلِهَتَكَ سره تعبیر شوے دے یعنی ستا جوړ کړی خدایان۔ بعض لیکلی دی چې هغه نور خدایان دَ غوا مجسّمې وې، اؤ ځنو لیکلی دی چې نمر اؤ ستوری وو، ځنو لیکلی دی چې فرعون خلقو ته دَ عبادت دپاره خپلې مجسّمې (بتان) ورکړے وې۔ بهرحال ځان ته ېٔ لوئے خدائې وې اؤ دَ ځان نه لوئے خدائې ېٔ بل نهٔ منلو۔
ف۱۴۶: دَ موسٰیؑ دَ پیدائش نه مخکښې هم فرعون پهٔ بنی اسرائیلو ظلم کؤلو، دَ بنی اسرائیلو هلکان به ېٔ قتل کؤل چې چرته دوی کښې هغه اسرائیلی هلک لوئے نهٔ شی دَ د کوم پهٔ لاس چې دَ فرعون دَ حکومت ختمېدو پېشنګوئی نجومیانو کړے وه۔ اؤ جینکۍ به ېٔ دَ خپل خدمت دپاره ژوندیٔ پرېښوې۔ دَ موسٰیؑ دا اثر چې ېٔ ولیدو نو خطره شوه ورسره چې دَ دهٔ پهٔ مشریٔ کښې به بنی اسرائیل ځان مضبوط کړی اؤ زمونږ نه به ځان ازاد کړی۔ نو دَ دې ویرې ېٔ بیا پهٔ هغه زوړ سکیم عمل شروع کړو چې دَ بنی اسرائیلو شماره نهٔ زیاتیږی۔ بنی اسرائیل چې دَ هغهٔ پهٔ دې اراده خبر شو نو ډېر پرېشان شو ، دَ دې علاج ورته موسٰیؑ پهٔ مخکښې آیت کښې ښیٔلے دے چې۔
قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اسْتَعِیْنُوْا بِاللّٰهِ وَ اصْبِرُوْا١ۚ اِنَّ الْاَرْضَ لِلّٰهِ١ۙ۫ یُوْرِثُهَا مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ١ؕ وَ الْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ۝۱۲۸
موسٰیؑ ووې خپل قوم ته دَ الله نه مدد وغواړیٔ اؤ صبر وکړیٔ، بېشکه دا زمکه دَ الله ده، هغه وارث کوی دَ دې څوک چې وغواړی پهٔ خپلو بندیانو کښې، اؤ اخر کښې بهتری دَ پرهېزګارو ده۔ ف۱۳۷
ف۱۳۷: دَ خطرې څهٔ خبره نشته ، دَ الله پهٔ مقابله کښې دَ هېچا زور نهٔ شی چلېدے۔ دا زمکه دَ الله ده اؤ هغه چې ېٔ چا ته غواړی هغهٔ ته ېٔ ورکوی، نو تاسو دَ ظالم پهٔ مقابله کښې دَ الله نه امداد غواړیٔ اؤ هم دَ هغهٔ خیال ساتیٔ اؤ دَ هغهٔ نه ویرېږیٔ (دَ هغهٔ دَ حکم خلاف مهٔ کویٔ) اؤ صبر کویٔ پرهېزګاری اختیار کړیٔ۔ نو اخری کامیابی به ستاسو وی۔
قَالُوْۤا اُوْذِیْنَا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَاْتِیَنَا وَ مِنْۢ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا١ؕ قَالَ عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَ یَسْتَخْلِفَكُمْ فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ۠۝۱۲۹
هغوی ووې مونږ ته تکلیف راکړے شوے دے ستا دَ راتلو نه مخکښې هم اؤ ستا دَ راتلو نه پس هم۔ ف۱۳۸ موسٰیؑ ووې، نژدے ده چې ستاسو رب هلاک کړی ستاسو دښمن اؤ تاسو دَ هغوی پهٔ ځائې کښېنوی پهٔ ملک کښې۔ بیا وګوری چې تاسو څهٔ عملې کویٔ ف۱۳۹
ف۱۳۸: یعنی مونږ خو همېشه پهٔ مصیبت کښې ګېر یو۔ ستا دَ راتلو نه مخکښې هم راباندې ظلمونه کېدل ، هلکان ېٔ رانه قتل کؤل اؤ پهٔ مونږ به ېٔ بیګار کؤلو۔ اؤ ستا دَ راتلو نه پس هم هغه حال دے۔ دا دَ مصیبت ورځې به لا کله ختمیږی۔
ف۱۳۹: موسٰیؑ تسلّی ورکړه چې تاسو خفه کېږیٔ مه۔ ډېر ژر به الله پاک ستاسو مدد وکړی۔ دښمن به هلاک کړی اؤ دَ هغوی مالونه اؤ جائیدادونه به تاسو ته پاتې شی۔ څنګه چې نن پهٔ تاسو دَ سختیٔ امتحان دے، دغسې به درباندې پهٔ راحته کښې هم امتحان کیږی۔ کتې به شی چې تاسو دَ نعمتونو شکر څنګه ادا کویٔ۔
شاه صاحب لیکلی دی چې دا خبرې مسلمانانو ته اورؤلے شی۔ دا سورت مکّی دے۔ دې وخت کښې پهٔ مسلمانانو هم سخته وه نو هغوی ته پهٔ دې اشاره کښې ووئیلی شو چې تاسو نه به هم دا سخته لرې شی۔ راحته به درباندې راشی خو دا هم امتحان دے اؤ هغه هم امتحان دے۔
وَ لَقَدْ اَخَذْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِیْنَ وَ نَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ۝۱۳۰
اؤ مونږ راونیؤل دَ فرعون کسان پهٔ قحط کښې اؤ دَ مېوو پهٔ کمی کښې ، دَ دې دپاره چې نصیحت ومنی۔
فَاِذَا جَآءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوْا لَنَا هٰذِهٖ١ۚ وَ اِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّطَّیَّرُوْا بِمُوْسٰی وَ مَنْ مَّعَهٗ١ؕ اَلَاۤ اِنَّمَا طٰٓىِٕرُهُمْ عِنْدَ اللّٰهِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۱۳۱
بیا کله چې ورسېده هغوی ته نیکی۔ نو وې وئیل مونږ هم دَ دې لائق یو۔ اؤ کهٔ ورسېده ورته بدی نو هغه ېٔ دَ موسٰیؑ اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو سپېرهٔ والے ګڼلو۔ پوهه شیٔ دَ دوی سپېرهٔ والے دَ الله سره دے۔ لېکن اکثر خلق نهٔ پوهیږی۔ ف۱۴۰
ف۱۴۰: پهٔ تېرو آیتونو کښې وئیلی شوی وو چې ژر به الله پاک دښمن تباه کړی۔ دَ دې ځائې نه دَ هغوی دَ تباهیٔ دَ شروع کېدو تفصیل بیانیږی۔ یعنی دَ قومونو متعلق دَ الله تعالیٰ دَ هغې طریقې (سنّت الله) موافق دَ کوم بیان چې دَ پارې پهٔ شروع آیتونو کښې راغلے دے۔ الله تعالیٰ دَ فرعون قوم ته اول دَ خبرداری دپاره قحط سالی وغېره معمولی سختیٔ راوستې چې دَ غفلت نه بیدار شی اؤ دَ موسٰیؑ نصیحت قبول کړی خو هغوی پهٔ دې څهٔ پرواه ونهٔ ساتله بلکې دَ مخکښې نه نور هم پهٔ کفر کښې سخت شو۔ بیا دَ قحط لرې کېدو نه پس پرې راحته راغله نو وېٔ وې وګوریٔ زمونږ سره هم دغسې حالات ښایٔی۔ بیا کهٔ به ورباندې چرته سخته راغله نو وې به ېٔ چې دا دَ موسٰیؑ اؤ دَ هغهٔ دَ ملګریو سپېرهٔ والے دے۔ الله پاک دَ دې پهٔ ځواب کښې فرمائی۔ تاسو خپله بدبختی پهٔ نیکو بندګانو ولې تپئ ۔ دَ دې سپېرهٔ والی اصل سبب خو الله ته معلوم دے چې هغه ستاسو ظلم اؤ کفر دے، دَ هغې نه څهٔ حصه دلته تاسو ته دَ خبرداری دپاره رسؤلے شی۔ اصل سپیرهٔ والے خو دَ الله سره محفوظ پروت دے، چې پهٔ دنیا یا پهٔ آخرت کښې به درته پهٔ خپل مقرر وخت در رسی لېکن اکثر خلق پهٔ دې نهٔ پوهیږی۔
وَ قَالُوْا مَهْمَا تَاْتِنَا بِهٖ مِنْ اٰیَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا١ۙ فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِیْنَ۝۱۳۲
اؤ وې به ېٔ هر څومره کهٔ تهٔ راؤړې مونږ ته داسې نخښې چې پهٔ مونږ سحر وکړې، خو مونږ به هرګز پهٔ تا ایمان رانهٔ وړو۔ ف۱۴۱
ف۱۴۱: دَ موسٰیؑ دَ معجزو پهٔ ځواب کښې به دوی وې کهٔ ته پهٔ مونږ هر څومره جادو چې کوے اؤ پهٔ خپل خیال هر څومره نښانې چې راته ښیٔ خو مونږ پهٔ هېڅ شان ستا خبره نهٔ منو اؤ دا څیزونه پهٔ مونږ څهٔ اثر نهٔ شی کؤلے۔ هر کله چې هغوی خپله دا فیصله واؤرؤله اؤ دَ حق قبلؤلو ټولې دروازې ېٔ پهٔ ځان بندې کړې نو الله پاک ورباندې وار پهٔ وار قسم قسم عذابونه نازل کړل چې دَ هغې بیان وړاندې آیتونو کښې راځی۔
فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الطُّوْفَانَ وَ الْجَرَادَ وَ الْقُمَّلَ وَ الضَّفَادِعَ وَ الدَّمَ اٰیٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ١۫ فَاسْتَكْبَرُوْا وَ كَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ۝۱۳۳
بیا مونږ راوستو پهٔ هغوی طوفان ف۱۴۲ اؤ ملخان اؤ کونی ف۱۴۳ اؤ چندخې اؤ وینې ډېرې نخښې جُدا جُدا ، بیا هم هغوی لوئی کؤله اؤ وو هم هغه خلق ګناهګار۔ ف۱۴۴
ف۱۴۲: یعنی دَ باد باران اؤ سیلاب طوفان یا دَ طاعون پهٔ خورېدو دَ مرګ طوفان دې کښې ګڼ روایتونه دی۔
ف۱۴۳: دَ قمل مطلب یا خو کُنی دی لکه مترجمؒ چې ېٔ ترجمه کړے ده یا سپږې اؤ دَ غلې سپږۍ دی یعنی پهٔ بدن پورې ېٔ کُنی ونښتل ، پهٔ جامو کښې ېٔ سپږې وشوې اؤ پهٔ غلو کښې ېٔ سپږۍ وشوې۔
ف۱۴۴: یعنی لږه لږه وقفه پس ورته دا ټولې علامې وښیٔلے شوې لېکن هغوی داسې کبرژن اؤ زاړهٔ ګناهګار وو چې پهٔ هېڅ شان ېٔ نصیحت نهٔ منلو۔ دَ سعید بن جبیرؒ نه روایت دے چې کله فرعون دَ موسٰیؑ مطالبه (دَ بنی اسرائیلو ازادؤل) رد کړهٔ نو الله پاک ورباندې طوفانی باران راوستلو چې دَ فصلونو دَ تباه کېدو خطره شوه ورسره نو موسٰیؑ ته ېٔ خواست وکړو چې تهٔ ېٔ دَ الله نه دَ دې مصیبت دَ لرې کؤلو سوال وکړه کهٔ دا لرې شو نو مونږ به بنی اسرائیل ازاد کړو۔ دَ موسٰیؑ پهٔ دعا باران بند شو۔ اؤ دَ نقصان پهٔ ځائې دَ ډېر باران پهٔ وجه فصلونه لا څهٔ ښهٔ وشو۔ فرعونیان بیا دَ خپلې وعدې نه واپس شو نو بیا الله پاک پهٔ تیار فصل ملخان راواستؤل۔ دَ دې پهٔ لیدو بیا ویرېدل چې اوس خو تباه کیږو۔ بیا موسٰیؑ ته پهٔ خواستونو شو چې تهٔ خپل الله ته سوال وکړه چې دا عذاب رانه لرې کړی۔ نو مونږ به ضرور بنی اسرائیل ازاد کړو۔ چې دغه عذاب لرې شو نو بیا دَ وعدې نه وتښتېدل۔ بیا الله پاک ورته خوراک بې مزې کړو۔ دومره ډېرې چیندخې دَ الله پهٔ قدرت راپیدا شوې چې دَ خوراک پهٔ څیزونو کښې ، دَ اوبو پهٔ لوښیو کښې، پهٔ هر څهٔ کښې به چیندخیو ټوپونه وهل چې نمړۍ خوړو ته به ېٔ خلهٔ وازؤله نو چیندخې به خلې ته ورټوپ کړی وو۔ غرض دا چې ښهٔ تنګ شو نو بیا موسٰیؑ ته پهٔ منتونو شو چې خپل الله ته دَ دې عذاب لرې کېدو سوال وکړه کهٔ لرې شو نو مونږ به ایمان راؤړو۔
وَ لَمَّا وَقَعَ عَلَیْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوْا یٰمُوْسَی ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ١ۚ لَىِٕنْ كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَ لَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَۚ۝۱۳۴
اؤ کله چې به راغلو ورته څهٔ مصیبت نو وې به ېٔ اے موسٰیؑ مونږ دپاره خپل رب ته دعا وکړه څنګه چې ېٔ درته ښودلے ده۔ ف۱۴۵ کهٔ لرې له مونږه کړو دا مصیبت نو مونږ به ایمان راؤړو پهٔ تا باندې اؤ وابه ستوؤ تا سره بنی اسرائیل۔
ف۱۴۵: یعنی کومه طریقه چې الله پاک تا ته ښیٔلے ده پهٔ هغه طریقه ورته دعا وکړه چې قبوله شی۔ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ مطلب دا دے چې دَ نبی پهٔ حیثیت دعا وکړه۔ دَ عَهِدَ نه مطلب نبوت دے۔ ځکه چې دَ الله پاک دَ بنی سره دا وعده ده چې الله پاک به نبی ته پهٔ امداد اؤ اکرام عزّت بخښی اؤ نبی به دَ الله پېغام مخلوق ته رسوی۔ کېدے شی چې دَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ نه هغه وعده مراد وی کومه چې الله پاک دَ نبیانو پهٔ واسطه دَ قومونو سره کوی چې کهٔ دوی ایمان راؤړی نو عذاب به پرې نهٔ راځی۔
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ اِلٰۤی اَجَلٍ هُمْ بٰلِغُوْهُ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ۝۱۳۵
بیا کله چې مونږ پورته کړو دَ هغوی نه عذاب تر څهٔ وخته پورې چې دَ دوی هغه نېټې ته رسېدل وو نو دوی به وعده ماته کړه۔ ف۱۴۶
ف۱۴۶: دَ دې نېټې نه یا خو دَ مرګ ا ؤ ډوبېدو نېټه مراد وه یا کېدے شی چې دَ یو عذاب نه پس اؤ دَ بل عذاب راتلو ترمینځه وخت ترې مراد وی۔
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ كَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ۝۱۳۶
بیا مونږ دَ هغوی نه بدل واخستو۔ نو غرق مو کړل پهٔ دریاب کښې ځکه چې دوی دروغ ګڼل زمونږ آیتونه۔ اؤ غفلت ېٔ ترې کؤلو۔ ف۱۴۷
ف۱۴۷: دَ رجز نه بعضو مفسرینو مطلب طاعون اخستے دے لکه ځنو حدیثونو کښې چې دَ رجز لفظ طاعون دپاره راغلے دے۔ لېکن ځنو مفسرینو دا آیت دَ تېرو آیتونو بیان ګرځؤلے دے۔ مرضح القرآن کښې دی چې دا ټول عذابونه پهٔ هغوی دَ یو یو هفتې پهٔ وقفه راغلی وو۔ اول به موسٰیؑ فرعون ته ووې چې اوس به درباندې دا عذاب راځی۔ بیا به هغه عذاب راغلو بیا چې به هغوی پرېشان شو نو موسٰیؑ ته به ېٔ دَ لرې کؤلو اؤ دعا دپاره خواستونه کؤل اؤ بیا به دَ وعدې نه منکر شو۔ پهٔ اخر کښې ورباندې وبا راغله ، پهٔ نیمه شپه کښې پهٔ ټول ښار کښې هر کور کښې وړومبے وړوکے (دَ کور دَ خاوند مشرے اولاد) پهٔ یوه شپه مړهٔ شو خلق ټول دَ مړو پهٔ غم شو اؤ موسٰیؑ دَ خپل قوم بنی اسرائیل سره دَ ښار نه بهر ته ووتل۔ بیا څو ورځې پس ورپسې فرعون دَ لښکر سره روان شو اؤ دَ قلزم دریاب پهٔ غاړه ورپسې ور ورسېدو۔ بنی اسرائیل الله پاک دَ دریاب نه پهٔ خیریت سره تېر کړل اؤ فرعون سره دَ لښکرو پهٔ دریاب کښې غرق شو۔
وَ اَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِیْنَ كَانُوْا یُسْتَضْعَفُوْنَ مَشَارِقَ الْاَرْضِ وَ مَغَارِبَهَا الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا١ؕ وَ تَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنٰی عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ١ۙ۬ بِمَا صَبَرُوْا١ؕ وَ دَمَّرْنَا مَا كَانَ یَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَ قَوْمُهٗ وَ مَا كَانُوْا یَعْرِشُوْنَ۝۱۳۷
اؤ وارثان کړل مونږ هغه خلق چې کمزوری ګڼلی شو ف۱۴۸ دَ هغې زمکې دَ مشرق اؤ دَ مغرب چې مونږ پکښې برکت یٔښې دے۔ ف۱۴۹ اؤ پوره شوه ستا دَ رب دَ نیکیٔ وعده بنی اسرائیلو سره ، دَ هغوی دَ صبر پهٔ سبب ، اؤ خراب کړل مونږ څهٔ چې جوړ کړی وو فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم۔ اؤ څهٔ چې ېٔ وچت خېژؤلی وو، ف۱۵۰
ف۱۴۸: یعنی بنی اسرائیل۔
ف۱۴۹: دَ اکثرو مفسرینو پهٔ خیال دَ دې زمکې نه مراد دَ شام وطن دے چې پهٔ هغې کښې الله پاک ډېر ظاهری اؤ باطنی برکتونه یٔښی دی۔ ظاهری خو دا چې ډېر اباد وطن دے دَ هر قسم مېوې پکښې ډېرې اؤ اعلیٰ پیدا کیږی اؤ باطنی دا چې دَ ډېرو نبیانو دَ پیدائش اؤ دفن کېدو ملک دے۔ بنی اسرائیل چې دَ مصر نه ووتل نو ډېره موده (څلوېښت کاله) دَ تیهه پهٔ میدان کښې پرېشانه ګرځېدل څنګه چې مخکښې تېر شوی دی۔ بیا ېٔ دَ حضرت یوشعؑ پهٔ ملګرتیا کښې دَ قوم عمالقه سره جهاد وکړو اؤ خپل دَ پلار نیکهٔ میراث دَ شام ملک ېٔ وګټلو۔ ځنې مفسرینو دَ دې زمکې نه دَ مصر وطن مراد اخستے دے۔ یعنی فرعون مو غرق کړو اؤ دَ مصر دَ حکومت وارثان بنی اسرائیل شو چې پهٔ ازادیٔ سره دَ دې نه فائده واخلی لکه ېٔ چې فرمائیلی دی : کَمْ تَرَکُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍ وَّ زُرُوْعٍ وَّ مَقَّامٍ کَرِیْمٍ وَّ نَعْمَةٍ کَانُوْا فِیْهَا فَاکِهِیْنَ کَذٰلِكَ وَ اَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۔ (سوره دخان ، رکوع ۱)
اؤ بل ځائې کښې دی: وَ نُرِیْدُ اَنْ نَّمُنَّ عَلَی الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا فِی الْاَرْضِ وَ نَجْعَلَهُمْ اَئِمَّةً وَّ نِجْعَلَهُمُ الْوَارِثِیْنَ وَ نُمَکِّنَ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَ نُرِیَ فِرْعَوْنَ وَ هَامٰنَ وَ جُنُوْدَهُمَا مِنْھُمْ مَّا کَانُوْا یَحْذَرُوْنَ ۔ (سوره القصص، رکوع ۱)
پهٔ دې معنیٰ دَ مصر ظاهری برکتونه خو څرګند دی۔ باطنی دا دی چې یوسفؑ پکښې مدفون دے۔ یعقوبؑ هم دلته تشریف راؤړے وهٔ اؤ موسٰیؑ هم دَ وړوکوالی نه تر لوی والی عمر ټول دلته تېر کړے وهٔ۔ امام بغویؒ دواړه قولونه جمع کړی دی اؤ دې ځائې کښې ېٔ مقام اؤ مصر دواړه مراد اخستی دی۔ (والله اعلم)
ف۱۵۰: یعنی بنی اسرائیلو چې دَ فرعون پهٔ سختو صبر وکړو اؤ دَ موسٰیؑ دَ وینا موافق ېٔ دَ الله پاک نه مدد وغښتو اؤ دَ پېغمبر ملګرتیا ېٔ وکړه نو الله پاک هم ورسره دَ نیکو اؤ احسانونو خپله وعده پوره کړه چې ورسره ېٔ کړے وه۔ عَسٰی رَبُّکُمْ اَنْ یُّهُلِكَ عَدُوَّکُمْ اؤ نُرِیْدُ اَنْ نَّمُنَّ الخ اؤ دغسې نورې وعدې۔ فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم چې دَ خپلې لوییٔ دَ اظهار دپاره کومې وچتې وچتې ابادیٔ کړے وې اؤ نور دَ دنیا سازو سامان ، هغه ټول تباه شو، اؤ دَ هغوی هېڅ پکار رانهٔ غلل۔
وَ جٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتَوْا عَلٰی قَوْمٍ یَّعْكُفُوْنَ عَلٰۤی اَصْنَامٍ لَّهُمْ١ۚ قَالُوْا یٰمُوْسَی اجْعَلْ لَّنَاۤ اِلٰهًا كَمَا لَهُمْ اٰلِهَةٌ١ؕ قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ۝۱۳۸
اؤ پورې ویستل مونږ بنی اسرائیل پهٔ دریاب۔ نو ورغلل پهٔ یو داسې قوم چې دَ خپلو بُتانو پهٔ عبادت کښې لګیا وو۔ ف۱۵۱ دوی ووې اے موسٰی جوړ کړه مونږ دپاره هم دغسې بُتان څنګه چې دَ دوی دی۔ موسٰی ووې تاسو خو جهل کویٔ۔ ف۱۵۲
ف۱۵۱: چا وئیلی دی چې دا دَ لخم قبیلې خلق وو۔ څوک وائی دَ کنعان عمالقه وو ، دَ هغوی بُت دَ غوا پهٔ شکل وهٔ۔
ف۱۵۲: یعنی دَ الله پاک دَ لوئی شان اؤ پاکې هستۍ نه تاسو بالکل ناخبره اؤ جاهلان ییٔ چې داسې خبرې کویٔ۔ حقیقت دا دے چې بنی اسرائیل ډېره موده دَ مصر دَ بُت پرستو ماتحت پاتې شوی وو، نو دَ هغوی شرکی عقیدې دَ دوی پهٔ ذهن کښې داسې پخې ناستې وې چې پهٔ اسانه ترې نهٔ شو وتې۔ دا بې هوده سوال هم دَ هغه ذهنی اثر وجه وه۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې کم عقل جاهل بنده ته دَ نالیدلی معبود پهٔ عبادت کښې سکون نهٔ حاصلیږی اؤ دَ زړهٔ تسلّی ېٔ نهٔ کیږی، تر څو چې ورته مخامخ څهٔ څیز نهٔ وی پروت۔ دَ هغوی مخې ته ېٔ دَ غوا بُت ولیدو نو دَ دوی زړهٔ ته هم دا هوس راغلو۔ آخر ېٔ دَ زرو نه دَ سخی بُت جوړ کړو اؤ دَ هغې عبادت ېٔ وکړو۔
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِیْهِ وَ بٰطِلٌ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۳۹
دا خلق تباه کیدونکی دی هغه څیزونه چې دوی پکښې لګیا دی اؤ غلط دی څهٔ چې دوی کوی ف۱۵۳
ف۱۵۳: یعنی دَ دوی دا باطل مذهب دَ بت پرستیٔ زما پهٔ لاس تباه کېدونکے دے۔ اؤ دا دوی چې څهٔ کوی دا بالکل غلط اؤ بې حقیقت کار دے۔
قَالَ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْكُمْ اِلٰهًا وَّ هُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ۝۱۴۰
هغهٔ ووې، ولې زهٔ تاسو ته دَ الله نه غیر بل خدائې وګورمه، حال دا دے چې هغهٔ تاسو ته عزّت درکړے دے پهٔ ټول جهان کښې۔ ف۱۵۴
ف۱۵۴: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ دومره ډېرو نعمتونو اؤ غټو احسانونو دَ شکر ادا کؤلو طریقه دا ده چې دَ غیر الله عبادت ته جوړ شویٔ؟ دا خو ډېره دَ شرم خبره ده چې کوم قوم ته الله تعالیٰ پهٔ ټول جهان فضیلت ورکړے دے هغه دَ خپله لاسه جوړ بُت ته پهٔ سجده پرېوځی۔ آیا فضول شے دَ افضل دپاره معبود جوړېدے شی؟
وَ اِذْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ١ۚ یُقَتِّلُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَ یَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ١ؕ وَ فِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ۠۝۱۴۱
اؤ هغه وخت یاد کړیٔ چې تاسو ته ېٔ نجات درکړو دَ فرعون دَ کسانو نه، چې تاسو ته ېٔ سخت عذاب درکؤلو۔ وژل به ېٔ ستاسو هلکان، اؤ ژوندیٔ به ېٔ پرېښودې جینکۍ ۔ اؤ پهٔ دې کښې لوئے احسان دے ستاسو دَ رب۔ ف۱۵۵
ف۱۵۵: دَ دې آیت تفسیر دَ وړومبیٔ پارې الٓمّٓ دَ ربع نه پس وګوریٔ هلته ېٔ پوره تفسیر شوے دے۔ یعنی کوم الله چې پهٔ تاسو اوس اوس دومره غټ احسان وکړو چې دَ فرعون دَ ظلم نه ېٔ خلاص کړیٔ نو تاسو اوس هغه الله پرېږدیٔ اؤ دَ کاڼیو اؤ دَ لرګیو نه جوړو بُتانو عبادت کؤل غواړیٔ۔ دا خو غټ جهالت دے۔
وَ وٰعَدْنَا مُوْسٰی ثَلٰثِیْنَ لَیْلَةً وَّ اَتْمَمْنٰهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِیْقَاتُ رَبِّهٖۤ اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً١ۚ وَ قَالَ مُوْسٰی لِاَخِیْهِ هٰرُوْنَ اخْلُفْنِیْ فِیْ قَوْمِیْ وَ اَصْلِحْ وَ لَا تَتَّبِعْ سَبِیْلَ الْمُفْسِدِیْنَ۝۱۴۲
اؤ مونږ وعده وکړه موسٰیؑ سره دَ دیرشو شپو اؤ پوره مو کړه هغه پهٔ نورو لسو، نو پوره شوه نېټه دَ هغهٔ دَ رب څلوېښت شپې۔ ف۱۵۶ اؤ ووې موسٰیؑ خپل ورور هارونؑ ته، تهٔ زما نائب شه پهٔ خپل قوم کښې اؤ صلاح کوه اؤ مهٔ چلېږه دَ مفسدانو پهٔ لار۔ ف۱۵۷
ف۱۵۶: بنی اسرائیل چې دَ پرېشانیو اؤ تکلیفونو نه خلاص شو نو موسٰی علیه السّلام نه ېٔ مطالبه وکړه چې اوس مونږ ته یو آسمانی شریعت راؤړه چې دَ هغې پهٔ احکامو عمل کوؤ اؤ پهٔ اطمینان سره عبادت کښې مشغول یو۔ موسٰیؑ الله پاک ته سوال وکړو نو الله تعالیٰ ورسره وعده وکړه چې تهٔ کم از کم دېرش ورځې اؤ زیات نه زیات څلوېښت ورځې پهٔ کوهِ طور اعتکاف وکړه اؤ روژې ونیسه نو تا ته به لیکلے کتاب توریٰت درکړې شی۔ دوه نېټې کم از کم اؤ زیات نه زیات دې دپاره مقرر شوے وې چې کهٔ دا کمه موده پهٔ زیاضت اؤ عبادت پهٔ ښهٔ شان پوره شوه اؤ دَ عبادت پهٔ آدابو اؤ طریقو کښې څهٔ کمے اؤ فرق رانهٔ غلو نو پهٔ دې کمه نېټه به کتاب درکړې شی اؤ کهٔ څهٔ نقصان پکښې راغلو نو پهٔ نورو لسو ورځو به دا کمې پوره شی یا دا چې دَ اوله نه ضروری دېرش ورځې وې اؤ دا زیاتی ورپسې اختیاری اؤ مستحب وې چې دَ اصل میعاد تکمیل وشی لکه شعیبؑ چې موسٰیؑ ته دَ خپلې لور پهٔ ورکؤلو وقت مقرر کړے وهٔ۔ عَلٰٓی اَنْ تَاْجُرَنِیْ ثَمٰنِیَ حِجَجٍ فَاِنْ اَتْمَمْتَ عَشَرًا فَمِنْ عِنْدِكَ وَمَآ اُرِیْدُ اَنْ اَشُقَّ عَلَیْكَ ۔ (سوره القصص ، رکوع ۳)
(دَ دې مهر دا دے چې تهٔ اتهٔ کاله زما خدمت وکړې اؤ کهٔ لس دې پوره کړل نو ستا خوښه ده زهٔ دا نهٔ غواړم چې پهٔ تا سختی وکړم) دغه شان دلته هم څلوېښت ورځې اختیاری وې اؤ دېرش ضروری۔ اؤ دَ دې زمانې ځنو مفسرینو لیکلی دی چې اصل میعاد څلوېښت ورځې وهٔ څنګه چې پهٔ سورتِ بقره کښې ذکر دے۔ دا دلته هسې یو خاص دَ بیان طریقه ده چې مونږ ورسره دېرش ورځې وعده کړے وه چې دَ هغې تکمیل پهٔ لسو ورځو نورو وشو۔ پهٔ دې کښې دې ته اشاره ده چې دېرش ورځې دَ ذی القعدې دَ میاشتې پوره شی نو لس ورځې ورسره دَ ذی الحجې نورې یو ځائې کړه چې څلوېښت پوره شی۔ روایت دے چې موسٰیؑ چلّه دَ ذی القعده الحرام دَ وړومبی تاریخ نه شروع کړے وه۔ اؤ دَ اختر دَ میاشتې پهٔ لسم تاریخ یعنی دَ لوئی اختر پهٔ ورځ توریٰت شریف ورکړې شو۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې موسٰیؑ سره دَ الله پاک وعده وه چې دېرش ورځې کوهِ طور کښې پهٔ تنهاییٔ (خلوت) کښې عبادت وکړه نو زهٔ به کتاب درکړم۔ پهٔ دې ورځو کښې یوه ورځ موسٰیؑ مسواک وکړو۔ دَ فرښتو دَ هغوی دَ خلې بویٔ خوښ وهٔ۔ پهٔ مسواک هغه بویٔ ورک شو نو دَ دې پهٔ بدل کښې ورباندې لس ورځې زیاتې کړې شوې۔
ف۱۵۷: یعنی زما پهٔ غیر حاضریٔ کښې زما برخه کار هم کوه۔ ګویا کهٔ دَ حکومت کوم اختیارات چې خاص دَ موسٰیؑ وو، هغه ېٔ هارونؑ ته حواله کړل۔ اؤ چونکې دَ بنی اسرائیلو دَ ژر بدلېدونکیو طبیعتونو تجربه وه ورته نو تاکید ېٔ ورباندې وکړو چې کهٔ زما نه پس دوی څهٔ ګړبړ کوی نو تهٔ ورکښې اصلاح کوه اؤ زما پهٔ طریقه چلېږه ، دَ شریرانو خبره مهٔ منه۔ دَ الله پهٔ قدرت چې موسٰیؑ دېخوا کوهِ طور ته لاړو اخوا بنی اسرائیلو دَ سخی بُت جوړ کړو (لکه پهٔ لار کښې چې ېٔ موسٰیؑ ته وئیلی وو خو هغهٔ منع کړی وو) اؤ دَ هغې عبادت ېٔ شروع کړو۔ هارون علیه السّلام ورته (دَ موجوده بائبل دَ لیکونکیو دَ رائے خلاف) نصیحتونه وکړل اؤ دَ دې کار نه ېٔ منع کړل خو هغوی نهٔ منل۔ هارونؑ ورته وفرمائیل : یَا قَوْمِ اِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهٖ وَ اِنَّ رَبَّکُمُ الرَّحْمٰنُ فَتَّبِعُوْنِیْ وَ اَطِیْعُوْا اَمْرِیْ۔
وَ لَمَّا جَآءَ مُوْسٰی لِمِیْقَاتِنَا وَ كَلَّمَهٗ رَبُّهٗ١ۙ قَالَ رَبِّ اَرِنِیْۤ اَنْظُرْ اِلَیْكَ١ؕ قَالَ لَنْ تَرٰىنِیْ وَ لٰكِنِ انْظُرْ اِلَی الْجَبَلِ فَاِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهٗ فَسَوْفَ تَرٰىنِیْ١ۚ فَلَمَّا تَجَلّٰی رَبُّهٗ لِلْجَبَلِ جَعَلَهٗ دَكًّا وَّ خَرَّ مُوْسٰی صَعِقًا١ۚ فَلَمَّاۤ اَفَاقَ قَالَ سُبْحٰنَكَ تُبْتُ اِلَیْكَ وَ اَنَا اَوَّلُ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۴۳
اؤ کله چې راورسېدو موسٰی زمونږ پهٔ وعده اؤ خبرې وکړې هغهٔ سره خپل رب، هغهٔ ووې اے زما ربه! تهٔ ما ته ځان وښیه چې زهٔ دې ووینم۔ ف۱۵۸ الله ووې تهٔ ما نهٔ شې لیدے ف۱۵۹ لېکن تهٔ وګوره دَ غرهٔ طرف ته کهٔ دا پهٔ خپل ځائې ولاړ پاتې شو، نو تهٔ به ما ولیدے شې ف۱۶۰ بیا کله چې تجلّی وکړه دَ هغهٔ رب پهٔ غرهٔ باندې نو هغه ېٔ دَ زمکې سره سم کړو اؤ موسٰیؑ بې هوشه پرېوتو۔ ف۱۶۱ بیا کله چې پهٔ خود شو، وېٔ وئیل پاک ئ تهٔ اے ربه زما تا ته توبه ده۔ اؤ ما دَ هر چا نه وړومبے یقین وکړو۔ ف۱۶۲
ف۱۵۸: څلوېښت ورځې پوره کېدو نه پس الله پاک دَ موسٰیؑ سره پهٔ یو خاص رنګ کښې خبرې وکړې۔ هغه وخت چې موسٰیؑ ته پهٔ بې واسطې خبرو اورېدو کوم لطف حاصل شو نو دَ ډېر شوق نه مجبور شو چې دَ دیدار خواهش ېٔ وکړو۔
ف۱۵۹: یعنی پهٔ دنیا کښې یو فانی مخلوق هم دَ دې فانی وجود اؤ دې فانی طاقتونو سره دَ ذوالجلال و الاکرام لم یزل اؤ لایزال دَ دیدار طاقت نهٔ شی لرلې۔ دَ دې نه دا ثابته شوه چې دَ مرګ نه مخکښې پهٔ دې دنیا کښې هېڅوک هم دَ الله دیدار نهٔ شی کؤلے۔ شرعًا ممنوع دے اګر کهٔ عقلًا ممکن وی۔ ځکه چې کهٔ امکانِ عقلی ونهٔ منلې شی نو دَ موسٰیؑ غوندې لوئی پېغمبر متعلق دا خیال نهٔ شی کېدے چې هغه به دَ یو محالِ عقلی سوال کؤلو۔ دَ اهلِ سنّت و الجماعت مذهب دا دے چې رؤیتِ باری پهٔ دنیا کښې عقلًا ممکن دے خو شرعًا منع دے اؤ پهٔ آخرت کښې به مسلمانان دَ الله تعالیٰ دیدار کوی په جنت کښې دا پهٔ قطعې دلیل ثابته ده۔ باقی دا چې رسول اللهﷺ دَ معراج پهٔ شپه دیدار کړے وهٔ دا اختلافی مسٔله ده پهٔ سورتِ نجم کښې به راشی۔
ف۱۶۰: یعنی تهٔ دَ غرهٔ طرف ته ګوره ۔ زهٔ دَ خپل جمال مبارک لږه رڼا پهٔ دې غرهٔ اچوم۔ کهٔ دې غرهٔ سره دَ دومره مضبوطیا اؤ سختیٔ دا رڼا برداشت کړه اؤ پهٔ خپل ځائې ولاړ پاتې شو نو شاید چې تهٔ ېٔ هم برداشت کړې۔ ګنی پوهه شه چې غر ېٔ نهٔ شی برداشت کؤلے نو دَ بنیادم کمزورے سترګې دا رڼا کله لیدلے شی۔ اګر کهٔ دَ زړهٔ اؤ روحانی طاقت پهٔ اعتبار بنیادم دَ زمکې آسمان دَ هر څهٔ نه زیات دے (لېکن دَ بدن طاقت خو ېٔ دومره نشته) دغه روحانی طاقت دے چې موسٰیؑ اؤ نورو پېغمبرانو دَ وحې دَ عظیم امانت دومره بوج برداشت کړے دے چې غرونو نهٔ شو پورته کؤلے۔ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَ اَشْفَقْنَ مِنْهَا وَ حَمَلَهَا الْاِنْسَانُ اؤ بل ځائې فرمائی لَوْ اَنْزَلْنَا هٰذَا الْقُرْاٰنَ علٰی جَبَلٍ لَّرَأَیْتَهٗ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْیَةِ اللہِ سره دَ دې روحانی طاقت بیا هم دَ کوم څیز تعلق چې دَ ظاهری بدن یا سترګو سره دے پهٔ هغې کښې بنیادم دَ نور غټ مخلوق نه کمزورے دے۔ لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَکْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلٰکِنَّ اَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۔(سوره المؤمن ، رکوع ۶) وَ خُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفًا (سوره النساء ، رکوع ۵) دلته هم موسٰیؑ ته دَ انسانی بدن دې کمزوریٔ طرف ته توجه ورکړې شوے ده۔
ف۱۶۱: دَ حق تعالیٰ تجلّیات ډېر قسمه دی اؤ دا دَ الله پاک خوښه ده چې پهٔ کوم څیز کوم قسم تجلّی کوی۔ پهٔ غرهٔ چې تجلّی وشوه نو غر ذرې ذرې شو۔ اؤ موسٰیؑ چې دَ تجلّی دَ ځائې سره نژدے وهٔ دَ دې مصیبت ناک منظر پهٔ لیدو بې هوشه شو۔ بلا تشبیه داسې خیال وکړیٔ چې تندر پهٔ کوم ځائې پرېوځی څنګه هر څهٔ وسوزی اؤ ایره شی۔ اؤ کهٔ بنیادم ورسره چرته نژدے وی نو هغه هم اکثر بې هوشه شی۔
ف۱۶۲: یعنی اے الله تهٔ دَ مخلوق دَ مشابهت اؤ دَ دې نه چې دا فانی سترګې تا ووینی پاک اؤ بلند ئ۔ ستا دَ لوییٔ دا تقاضا ده چې بې اجازته درنه څوک دَ څهٔ څیز سوال ونهٔ کړی۔ زهٔ دَ ډېر شوق نه مجبور شوم دَ دیدار سوال مې بې اجازته وکړو۔ زهٔ توبه وباسم اؤ دَ خپلې زمانې پهٔ ټولو خلقو کښې دَ ټولو نه اول ستا پهٔ لوییٔ یقین کوم۔ اؤ زهٔ وړومبے سړے یم چې پهٔ یقین سره ورته معلومه شوه چې ستا دیدار پهٔ دنیا کښې ممکن نهٔ دے۔
قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنِّی اصْطَفَیْتُكَ عَلَی النَّاسِ بِرِسٰلٰتِیْ وَ بِكَلَامِیْ١ۖ٘ فَخُذْ مَاۤ اٰتَیْتُكَ وَ كُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ۝۱۴۴
الله ووې اے موسٰی ما تهٔ ممتاز کړې پهٔ نورو خلقو کښې پهٔ خپل رسول کؤلو اؤ پهٔ خپلو خبرو کؤلو، نو واخله څهٔ چې ما درکړل اؤ وسه شاکر۔ ف۱۶۳
ف۱۶۳: یعنی کهٔ دیدار ونهٔ شو ، خیر دے ستا دا عزّت څهٔ لږ دے چې پېغمبر مې کړې، کتاب مې درکړو اؤ بلاواسبه خبرې مې درسره وکړې۔ نو کوم نعمتونه چې مې درکړی دی دا مضبوط ونیسه اؤ شکر ادا کړه۔
وَ كَتَبْنَا لَهٗ فِی الْاَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْعِظَةً وَّ تَفْصِیْلًا لِّكُلِّ شَیْءٍ١ۚ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَّ اْمُرْ قَوْمَكَ یَاْخُذُوْا بِاَحْسَنِهَا١ؕ سَاُورِیْكُمْ دَارَ الْفٰسِقِیْنَ۝۱۴۵
اؤ ولیکل مونږ هغهٔ ته پهٔ تختیو هر قسم نصیحتونه اؤ تفصیل دَ هر څیز، ف۱۶۴ نو دا ښهٔ مضبوط ونیسه اؤ حکم وکړه خپل قوم ته چې دَ دې پهٔ غوریزو خبرو عمل وکړی، ډېر ژر به زهٔ تا ته وښیٔم دَ نافرمانه خلقو کورونه۔ ف۱۶۵
ف۱۶۴: دَ ځنو مفسرینو دا خیال دے چې پهٔ تختیو توریٰت لیکلے وهٔ اؤ ځنو عالمانو خیال دے چې دا دَ توریٰت نه علاوه دے اؤ نصیحتونه اؤ دَ احکامو تفصیل پکښې لیکلے وهٔ۔ بهرحال دَ دیدار نهٔ کېدو پهٔ وجه چې دَ موسٰیؑ زړهٔ خفه شوے وهٔ ، دَ دې تختیو پهٔ عنایت کؤلو هغه خفګان کم شو۔
ف۱۶۵: څوک چې دَ الله اؤ رسول پهٔ مقابله کښې ناحقه تکبّر کوی اؤ دَ کبر پهٔ وجه دَ حق منلو نه انکاری وی مونږ به هم دَ هغوی زړونه دَ خپلو آیتونو نه داسې وګرځوو چې هېچرې ېٔ دَ دې نه دَ نفعې اخستو توفیق ونهٔ شی۔ دَ داسې خلقو دا حال وی چې کهٔ هر څومره معجزې ورته وښیٔلی شی اؤ هر څومره آیتونه کهٔ واؤری دَ دوی پهٔ زړونو څهٔ اثر نهٔ کیږی۔ دَ هدایت سړک کهٔ هر څومره فراخ اؤ صفا وی پهٔ هغې نهٔ روانیږی اؤ دَ ګمراهیٔ پهٔ لار دَ نفس پهٔ خواهش پهٔ منډه روان وی۔ دَ تکذیب پهٔ عادت اؤ غفلت پهٔ وجه چې زړونه مسخ شی دَ هغوی هم دغه حال وی۔
سَاَصْرِفُ عَنْ اٰیٰتِیَ الَّذِیْنَ یَتَكَبَّرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ١ؕ وَ اِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا١ۚ وَ اِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الرُّشْدِ لَا یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا١ۚ وَ اِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الْغَیِّ یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا١ؕ ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ كَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ۝۱۴۶
زهٔ به واړوم دَ خپلو آیتونو هغه کسان چې کبر کوی پهٔ زمکه کښې ناحقه اؤ کهٔ ووینی ټولې نخښې نو ایمان نهٔ راؤړی پهٔ هغې، اؤ کهٔ ووینی دَ هدایت لار نو نهٔ اخلی هغه لار، اؤ کهٔ ووینی دَ ګمراهیٔ لار نو هغه لار اخلی دا ځکه چې دوی دروغ وګڼل زمونږ آیتونه اؤ وو دَ دې نه غافله۔ ف۱۶۶
ف۱۶۶: یعنی دَ الله پهٔ احکامو خو دوی عمل نهٔ کوی اؤ دَ خپل خواهشونو پهٔ وجه چې څهٔ کوی هغه الله پاک ته منظور نهٔ دی نو چې څنګه عمل دوی کړے دے هم هغه شان بدله به پهٔ آخرت کښې ورکؤلے شی۔ البته کهٔ څهٔ نیک کار ېٔ پهٔ دنیا کښې کړے وی نو دَ هغې عوض به پهٔ دنیا کښې ورکؤلے شی۔
وَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ لِقَآءِ الْاٰخِرَةِ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ١ؕ هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۠۝۱۴۷
اؤ کومو کسانو چې دروغ ګڼلی زمونږ آیتونه اؤ دَ آخرت ملاقات برباد شو دَ هغوی عملونه ، دوی به هم صرف هغه بدله بیا مومی څنګه عملونه چې به دوی کؤل۔ ف۱۶۷
ف۱۶۷: دا کالی چې دوی کوم ویلی کړل اؤ دَ سخی بُت ېٔ ترېنه جوړ کړو دَ فرعون دَ قوم قبطیان وو چې بنی اسرائیلو ته پهٔ لاس ورغلی وو۔ څنګه چې سورتِ طٰهٰ کښې دی۔ حُمِّلْنَا اَوْزَارًا مِّنْ زِیْنَةِ الْقَوْمِ۔
وَ اتَّخَذَ قَوْمُ مُوْسٰی مِنْۢ بَعْدِهٖ مِنْ حُلِیِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ١ؕ اَلَمْ یَرَوْا اَنَّهٗ لَا یُكَلِّمُهُمْ وَ لَا یَهْدِیْهِمْ سَبِیْلًا١ۘ اِتَّخَذُوْهُ وَ كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ۝۱۴۸
اؤ جوړ کړو دَ موسٰیؑ قوم دَ هغهٔ نه وروستو دَ خپلو کالیو نه سخے یو بدن چې پکښې دَ سخی آواز وهٔ۔ آیا دوی دا نهٔ لیدل چې هغهٔ نهٔ دوی سره خبرې کؤلے شی اؤ نهٔ ورته لار ښودلے شی۔ دوی ترې معبود جوړ کړو، اؤ دوی وو ظالمان ف۱۶۸
ف۱۶۸: پهٔ سورتِ طٰهٰ کښې دَ دې سخی دَ جوړؤلو قصه تفصیلی راځی۔ دلته دَ دوی دَ بې عقلیٔ څرګندؤلو دپاره وئیلی شوی دی چې دې بې وقوفو دَ یو خپل جوړ کړی څیز نه آواز واؤرېدو نو داسې لیونی شو چې هغې ته ېٔ خدائې ووې اؤ دَ هغې عبادت ېٔ شروع کړو۔ حالانکې پهٔ هغه اواز کښې نهٔ څهٔ خبره وه اؤ نهٔ څهٔ دنیاوی یا دینی هدایت وهٔ بس هسې یو اواز وهٔ۔ داسې تش اواز باندې خو یو شے دَ بنیادم درجې ته هم نهٔ شی رسېدے۔ (چې څوک ېٔ پهٔ څهٔ خبره پوهه شی اؤ څهٔ فائده ترېنه واخلی) نو دَ خدایئ درجې ته به څنګه ورسی؟ دا څومره لوئے ظلم اؤ بې موقعې کار دے چې دَ یو معمولی ځناور شکل (بُت) ته دې خدائې ووئیلی شی۔ خبره دا ده چې دا خلق ډېر عمر دَ بُت پرستو سره پاتی شوی وو نو خامخا ېٔ یو بُت جوړؤلو ته زړهٔ کیدو لکه چې لار کښې ېٔ هم موسٰیؑ ته وئیلی وو۔ مونږ ته هم دَ دوی پهٔ شان خدائې جوړ کړه۔
وَ لَمَّا سُقِطَ فِیْۤ اَیْدِیْهِمْ وَ رَاَوْا اَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوْا١ۙ قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ یَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَ یَغْفِرْ لَنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۱۴۹
اؤ کله چې ستومانه شو اؤ پوهه شو چې مونږ خو بېشکه چې ګمراه شو۔ وېٔ وې کهٔ رحم ونه کړی پهٔ مونږ زمونږه رب اؤ مونږ ونهٔ بخښی نو بېشکه مونږ خو تباه شو۔ ف۱۶۹
ف۱۶۹: دَ خپلې بې عقلیٔ پهٔ وجه دوی داسې کار کړے وهٔ چې کله دَ موسٰیؑ پهٔ زورنه دَ باطل جوش غلې شو اؤ لږ عقل ورته راغلو نو خپله هم بیا شرمنده وو اؤ دَ شرمه ېٔ پهٔ ځان چکونه لګؤل۔ ډېر خفه اؤ پرېشان وو چې اوس به څهٔ کیږی۔ کهٔ الله پاک راباندې رحم ونهٔ کړو اؤ دَ توبې څهٔ طریقه ېٔ راته ونهٔ ښیٔله نو مونږ خو تباه شو، دائمی ژوند مو خراب شو۔
وَ لَمَّا رَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا١ۙ قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُوْنِیْ مِنْۢ بَعْدِیْ١ۚ اَعَجِلْتُمْ اَمْرَ رَبِّكُمْ١ۚ وَ اَلْقَی الْاَلْوَاحَ وَ اَخَذَ بِرَاْسِ اَخِیْهِ یَجُرُّهٗۤ اِلَیْهِ١ؕ قَالَ ابْنَ اُمَّ اِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُوْنِیْ وَ كَادُوْا یَقْتُلُوْنَنِیْ١ۖ٘ فَلَا تُشْمِتْ بِیَ الْاَعْدَآءَ وَ لَا تَجْعَلْنِیْ مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۝۱۵۰
اؤ کله چې واپس شو موسٰی خپل قوم ته دَ غصې اؤ افسوس نه ډک، ف۱۷۰ وېٔ وې ډېر ناکاره نیابت وکړو تاسو زما نه پس۔ ف۱۷۱ آیا تاسو تیزی وکړه دَ خپل رب دَ حکم نه، ف۱۷۲ اؤ تختۍ ېٔ وغورځؤلے اؤ وې نیوهٔ دَ خپل ورور نه سر ځان ته ېٔ راښکلو، ف۱۷۳ هغهٔ ووېٔ اے زما دَ مور ځویه خلقو زهٔ کمزورے وګڼلم اؤ نژدے وه چې زهٔ ېٔ مړکړے وې ، نو ما پورې دښمنان مهٔ خندوه ، اؤ ما مهٔ ملګرے کوه دَ ګناهګارو خلقو سره۔ ف۱۷۴
ف۱۷۰: ځکه چې الله پاک ورته پهٔ کوهِ طور خبر ورکړے وهٔ چې ستا قوم سامری خطا کړو ، دَ سخی عبادت ېٔ شروع کړو۔ پهٔ دې خبره موسٰیؑ ډېر خفه اؤ ډېر غصه شو۔
ف۱۷۱: دا خطاب دَ سخی عبادت کؤنکیو ته دے۔ یعنی تاسو زما نه پس زما ښهٔ نیابت وکړو چې پهٔ کوم څیز ما ډېر کوشش کؤلو یعنی توحید۔ هم هغه مو پرېښو اؤ دَ هغې پهٔ ځائې مو دَ سخی بُت ته سجدې شروع کړې (سامری ورته وئیلی وو) هٰذَا اِلٰهُکُمْ وَ اِلٰهُ مُوْسٰی ۔ هم دغه دَ ستاسو اؤ دَ موسٰیؑ خدائې دے۔ اؤ ممکنه ده چې دا خطاب هارونؑ ته وی چې تهٔ ما خپل نائب کړے وې نو تا داسې نیابت وکړو۔ تا دَ نیابت حق ادا نهٔ کړو۔ تا ته پکار وو چې سختیٔ سره دې منع کړی وې اؤ پهٔ مضبوطیا سره دې دَ دې فتنې مقابله کړے وې لکه پهٔ سورتِ طٰهٰ کښې چې تفصیل سره بیان شوے دے۔
ف۱۷۲: یعنی زهٔ خو ستاسو دپاره شریعت راؤړو ته لاړ وم اؤ الله پاک راسره څلوېښت ورځې نېټه یٔښې وه ۔ نو تاسو دومره انتظار هم ونهٔ کړې شو۔ څهٔ عمرونه خو نهٔ وو تېر چې پهٔ تاسو داسې سخته راغله اؤ ځان مو دَ الله پهٔ قهر اؤ غضب اخته کړو۔ اَفَطَالَ عَلَیْکُمُ الْعَهْدُ اَمْ اَرَدْتُّمْ اَنْ یَّحِلَّ عَلَیْکُمْ غَضَبٌ مِنْ رَّبِّکُمْ فَاَخْلَفْتُمْ مَّوعِدِیْ ۔
”آیا تاسو باندې نېټه وږده شوه اؤ کهٔ تاسو دا غوښته چې دَ الله غضب درباندې راشی چې زما سره کړے وعده مو ماته کړه“ (دَ توحید نه واؤړېدیٔ)
ف۱۷۳: حضرت موسٰیؑ دا خیال وکړو چې هارونؑ دَ نرمیٔ نه کار اخستے دے اؤ دوی ېٔ پهٔ سختیٔ منع کړی نهٔ دی۔ ځکه دوی داسې ناکاره کار وکړو۔ دَ قوم پهٔ دې مشرکانه حرکت اؤ دَ هارونؑ دَ نرمیٔ پهٔ خیال هغهٔؑ ته داسې غصه ورغله اؤ دَ غصې پهٔ جوش کښې داسې بې اختیاره شو چې پهٔ ورور ېٔ ورمنډې کړې ، دَ سر اؤ ږرې نه ېٔ ونیوؤ اؤ جکونه ېٔ ورکؤل (معاذ الله) دَ هارونؑ دَ توهین نیت ېٔ نهٔ وهٔ۔ ځکه چې هارونؑ هم مستقل نبی اؤ دَ موسٰیؑ نه درے کاله مشر وهٔ۔ نو دَ یو لوئے پېغمبر نه دا څنګه ممکنه وه چې دَ یو بل پېغمبر توهین وکړی۔ پهٔ دې موقع موسٰیؑ دَ قوم پهٔ دې سخته غلطیٔ دَ بغض فی الله پهٔ وجه دَ ډېرې غصې نه بې اختیاره شوے وهٔ اؤ دا خیال ېٔ کړے وهٔ چې هارونؑ دَ اصلاح پوره کوشش نهٔ دے کړے۔ حالانکې دَ خلیفه کؤلو په وخت ېٔ ورته دَ دې تاکید کړے وهٔ۔ بېشکه هارونؑ نبی اؤ پهٔ عمر کښې لوئے وهٔ لېکن مرتبه کښې ترېنه موسٰیؑ زیات وهٔ۔ اؤ پهٔ سیاسی اؤ انتظامی حیثیت سره هارونؑ دَ هغهٔ وزیر اؤ تابع وهٔ۔ پهٔ دې موقع دَ موسٰیؑ دَ خپلې رتبې دَ مشریٔ اؤ حکومت دَ شان اظهار شوے دے۔ ګویا کهٔ دَ موسٰیؑ دَ طرف نه دَ غلطیٔ پهٔ خیال هارونؑ ته داسې سخته زورنه ټول قوم ته دَ تنبیه دپاره وه چې دَ پېغمبر زړهٔ دَ توحید پهٔ نشه کښې داسې مست وی اؤ دَ کفر اؤ شرک نه ېٔ داسې سخت نفرت وی چې معمولی سختی هم نهٔ شی برداشت کؤلے۔ تر دې کهٔ دَ یو نبی متعلق ېٔ دا خیال راشی چې دهٔ دَ شرک پهٔ مقابله کښې دَ توحید اواز وچتؤلو کښې سستی کړے ده نو دَ هغهٔ دَ مرتبې لوئی ېٔ هم دَ سختیٔ اؤ بازپرس نه منع کؤلے نهٔ شی۔ نو دَ هارونؑ پهٔ دې زورنه کښې دراصل دَ ټول قوم زورنه وه۔ بهرحال موسٰیؑ پهٔ دې وخت کښې شرعًا معزور وهٔ اؤ دَ غصې پهٔ دې حالت کښې ېٔ تختۍ دَ لاس نه راپرېوتې (چې دَ هغې دَ پوره حفاظت نهٔ کؤلو پهٔ وجه ترېنه پهٔ القاء غورځؤلو تعبیر شوے دے) دَ زورنې دپاره ځکه چې هغهٔ ته دَ دې پهٔ سختیٔ سره دَ نیوؤ حکم شوے وهٔ۔ یا لکه څنګه چې دَ بعضو مفسرینو خیال دے دَ لاس خالی کؤلو دپاره ېٔ هغه تختۍ یو طرف ته کښېښوې۔
لېکن دا دواړه معاملې تختۍ کښېښؤل اؤ هارونؑ سره سختی کؤل پهٔ ظاهره شکل ښې نهٔ وې ځکه موسٰیؑ وروستو دَ الله پاک نه معافی غواړی۔ رَبِّ اغْفِرْلِیْ۔ الآیة۔
ف۱۷۴: اګرچې هارونؑ دَ موسٰیؑ حقیقی ورور وهٔ دَ مور پلار دواړو نه ، خو شفقت اؤ نرمیٔ باندې تیارؤلو دپاره ورته هغهٔ یَاۤ اِبْنِ اُمّ سره خطاب کړے دے۔ پهٔ دې آیت کښې هارونؑ خپل عذر بیان کړے دے چې ما سستی نهٔ ده کړےخو دوی زما خبره نهٔ منله بلکې زما قتل کؤلو ته تیار شوی وو۔ اوس تهٔ زما سره داسې کار مهٔ کوه چې دوی ته دَ خندا موقع پهٔ لاس ورشی اؤ پهٔ عتاب اؤ غصه کښې ما دَ هغوی سره مهٔ شریکوه۔
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَ لِاَخِیْ وَ اَدْخِلْنَا فِیْ رَحْمَتِكَ١ۖ٘ وَ اَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ۠۝۱۵۱
موسٰی ووې اے زما ربه معاف کړه ما اؤ زما ورور اؤ داخل کړه مونږ پهٔ خپل رحمت کښې۔ اؤ تهٔ دَ ټولو نه زیات رحم کؤنکے ئ۔ ف۱۷۵
ف۱۷۵: یعنی دَ ډېرې غصې یا اجتهادی غلطیٔ پهٔ وجه چې زما نه څهٔ بې اعتدالی شوے ده کهٔ ما هر څو چې پهٔ نیک نیت کړے ده خو بیا هم تا نه معافی غواړم۔ ما هم معاف کړه اؤ زما دَ ورور نه کهٔ دَ خپلې مرتبې دَ شان مطابق دَ خلقو پهٔ اصلاح کښې څهٔ سستی شوی وی هغه هم معاف کړه۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَیَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ ذِلَّةٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ؕ وَ كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُفْتَرِیْنَ۝۱۵۲
بېشکه کومو کسانو چې دَ سخی عبادت کړے دے هغوی ته به رسی دَ خپل رب غضب اؤ خواری دَ دنیا پهٔ ژوند کښې۔ اؤ دغسې سزا ورکؤو مونږ بهتان تړنکیو ته ۔ ف۱۷۶
ف۱۷۶: دا غضب هغه دے کوم چې سورتِ بقره کښې بیان شوے دے چې چا دَ سخی عبادت کړے دے اؤ چا چې عبادت نهٔ دے کړے خو نور ېٔ هم نهٔ دی منع کړی، هغوی دې دَ هغه کسانو پهٔ لاس قتل کړې شی چا چې خپله هم دَ سخی عبادت نهٔ دے کړے اؤ نورو ته ېٔ هم نصیحت کؤلو۔ دَ دې نه دا ثابته شوه چې پهٔ دنیا کښې دَ مرتد سزا قتل دے۔
وَ الَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ ثُمَّ تَابُوْا مِنْۢ بَعْدِهَا وَ اٰمَنُوْۤا١٘ اِنَّ رَبَّكَ مِنْۢ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۵۳
اؤ کومو کسانو چې ناکاره کارونه کړی دی بیا ېٔ توبه کړے وی دَ هغې نه پس اؤ ایمان ېٔ راؤړو نو البته ستا رب دَ توبې نه پس بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۷۷
ف۱۷۷: دَ ټولو ناکاره کارونو نه تردې چې دَ شرک اؤ کفر کؤلو نه پس هم کهٔ توبه وباسی نو دَ هغه غفور رحیم پهٔ دربار کښې دَ مغفرت اؤ رحمت څهٔ کمې نشته۔ دا معافی دَ آخرت دَ سزا متعلق ده۔ پهٔ دې کښې اشاره ده چې دَ سخی دَ عبادت کؤنکیو ته چې دَ قتل سزا ورکړې شوے ده ، دا دَ هغوی دَ توبې قبلېدلو شرط وهٔ۔ اوس پهٔ آخرت کښې به پهٔ هغوی څهٔ سزا نهٔ وی۔ دَ دنیاوی سزا نه پس دَ اخروی سزا بیان دلته داسې دے لکه بل ځائې کښې السَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوْا اَیْدِیَهُمَا نه پس چې فَمَنْ تَابَ مِنّْۢ بَّعْدِ ظُلْمِهٖ وَ اَصْلَحَ فَاِنَّ اللہَ یَتُوْبُ عَلَیْهِ اِنَّ اللہَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۝ چې ذکر شوے دے۔
وَ لَمَّا سَكَتَ عَنْ مُّوْسَی الْغَضَبُ اَخَذَ الْاَلْوَاحَ١ۖۚ وَ فِیْ نُسْخَتِهَا هُدًی وَّ رَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ هُمْ لِرَبِّهِمْ یَرْهَبُوْنَ۝۱۵۴
اؤ کله چې دَ موسٰیؑ غصه سړه شوه ، تختۍ ېٔ راپورته کړې ، اؤ څهٔ چې هغې کښې لیکلی وو پهٔ هغې کښې هدایت وهٔ اؤ رحمت وهٔ هغه کسانو ته چې دَ خپل رب نه ویره کوی۔
وَ اخْتَارَ مُوْسٰی قَوْمَهٗ سَبْعِیْنَ رَجُلًا لِّمِیْقَاتِنَا١ۚ فَلَمَّاۤ اَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ اَهْلَكْتَهُمْ مِّنْ قَبْلُ وَ اِیَّایَ١ؕ اَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَآءُ مِنَّا١ۚ اِنْ هِیَ اِلَّا فِتْنَتُكَ١ؕ تُضِلُّ بِهَا مَنْ تَشَآءُ وَ تَهْدِیْ مَنْ تَشَآءُ١ؕ اَنْتَ وَلِیُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَ ارْحَمْنَا وَ اَنْتَ خَیْرُ الْغٰفِرِیْنَ۝۱۵۵
اؤ غوره کړل موسٰیؑ دَ خپل قوم نه اویا(۷۰) کسان زمونږ دَ نېټې پهٔ وخت راوستو دپاره، بیا کله چې هغوی زلزلې ونیؤل ، موسٰیؑ ووې اے زما ربه کهٔ تا غوښتې نو دَ دې نه مخکښې به دې مړهٔ کړی وو دوی اؤ زهٔ۔ آیا تهٔ مونږ هلاکؤے دَ هغه کار پهٔ وجه چې کړے دے زمونږ دَ قوم کم عقلو ، دا ټول ستا ازمېښت دے، ګمراه کوے پهٔ دې څوک چې غواړې اؤ هدایت کوے چا ته چې غواړې ، هم تهٔ زمونږ راټینګؤنکے ئ ، مونږ وبخښې اؤ پهٔ مونږ رحم وکړې ، اؤ تهٔ دَ ټولو نه ښهٔ بخښونکے ئ۔ ف۱۷۸
ف۱۷۸: راجح دا معلومیږی چې دا میقات دَ هغې میقات نه علاوه دے کوم چې موسٰیؑ سره دَ توریٰت ورکؤلو دپاره یٔښې شوے وهٔ۔ دَ موجوده آیتونو دَ ترتیب نه هم دا معلومیږی چې دا نېټه دَ بنی اسرائیلو دَ ګوساله پرستیٔ (دَ سخی عبادت) اؤ دَ هغې دَ سزا نه وروستو وه لېکن دَ سورتِ نساء دَ آیت (۱۵۳) فَقَالُوْۤا اَرِنَااللہَ جَهْرَۃً فَاَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنَاتُ دا معلومیږی چې دا واقعه دَ ګوساله پرستیٔ نه مخکښې شوے وه۔ والله اعلم۔ دَ دې واقعې خلاصه پهٔ سورتِ بقره کښې دَ وړومبیٔ پارې پهٔ ربع کښې بیان شوے ده۔ بنی اسرائیلو موسٰیؑ ته ووې چې مونږ به ستا خبرې ( دَ توریٰت احکام) هله ومنو چې دَ الله پاک نه ېٔ خپله واؤرو۔ نو حضرت موسٰیؑ دَ هغوی نه اویا(۷۰) کسه چې دَ قوم مشران وو چوڼ کړل۔ کوهِ طور ته ېٔ دَ ځان سره بوتلل چې دَ الله پاک کلام راؤری۔ نو هغوی چې هلته دَ الله پاک کلام واؤرېدو ( نو وېٔ وې چې دا خو هسې اواز راځی مونږ خو څوک وینو نه ، مونږ دا څنګه ومنو چې دا دَ الله پاک اواز دے) څو پورې چې مو الله پاک مخامخ نهٔ وی لیدلے مونږ یقین نهٔ شو کؤلے۔ دَ هغوی پهٔ دې ګستاخیٔ ورباندې الله پاک پهٔ زمکه یو سخته زلزله راوسته اؤ دَ آسمان نه پرې دَ تندر ګړزا شوه۔ دَ ویرې ټول مړهٔ شو یا دَ مړیو پهٔ شان بې هوشه پرېوتل۔ نو موسٰیؑ خپل ځان هم دَ هغوی سره شمار کړو اؤ ډېره پهٔ زارۍ ېٔ دعا وکړه۔ یا الله کهٔ تاغوښتے چې دوی هلاک کړې نو زهٔ اؤ دا ټول به دې دَ دې نه مخکښې هلاک کړی وو چې تا مونږ دلته را وغوښتو اؤ دَ خپل کلام اورېدو اجازت دې راکړو نو اوس مونږ دا څنګه یقین وکړو چې دَ یو څو بې وقوفانو دَ حرکت پهٔ وجه تا مونږ دلته دَ مرګ دپاره راغوښتی یو۔ یقینًا دا زلزله اؤ تندر ستا ازمېښت دے اؤ پهٔ داسې سخت امتحان کښې کامیاب کېدل به هم ستا پهٔ امداد کیږی اؤ هم تهٔ زمونږ پهٔ دې سخته کښې دستګیری کؤلے شې۔ اے الله تهٔ زمونږ زاړهٔ ګناهونه اؤ غلطیٔ معاف کړه اؤ دَ آئنده دپاره مو دَ خپل رحمت پهٔ لمن کښې واخله چې بیا رانه څهٔ غلطی ونهٔ شی۔
دَ موسٰیؑ پهٔ دې دعا الله پاک دَ هغوی غلطی معاف کړه اؤ بیا ېٔ ژوندی کړل۔ لکه چې فرمائی : ثُمَّ بَعَثْنَاکُمْ مِنْۢ بَعْدِ مَوْتِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُوْنَ ۔ (بیا مو دَ مرګ نه پس دوباره ژوندی کړیٔ چې تاسو شکر وکړیٔ)
وَ اكْتُبْ لَنَا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّ فِی الْاٰخِرَةِ اِنَّا هُدْنَاۤ اِلَیْكَ١ؕ قَالَ عَذَابِیْۤ اُصِیْبُ بِهٖ مَنْ اَشَآءُ١ۚ وَ رَحْمَتِیْ وَ سِعَتْ كُلَّ شَیْءٍ١ؕ فَسَاَكْتُبُهَا لِلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ وَ یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ الَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِنَا یُؤْمِنُوْنَۚ۝۱۵۶
اؤ ولیکه مونږ ته پهٔ دې دنیا کښې بهتری، اؤ پهٔ آخرت کښې هم۔ مونږ واپس شو ستا طرف ته ، الله ووې زما عذاب رسوم ېٔ زهٔ چا ته چې مې خوښه وی ، اؤ زما رحمت خور دے پهٔ هر څیز ، نو زهٔ به دا ولیکم هغه کسانو ته چې ځان ساتی اؤ ورکوی زکوٰة اؤ څوک چې زمونږ پهٔ آیتونو یقین کوی۔ ف۱۷۹
ف۱۷۹: شاه صاحب فرمائی چې موسٰیؑ دَ خپل اُمت پهٔ حق کښې دَ دنیا اؤ دَ آخرت دَ بهتریٔ دپاره کوم سوال کړے وهٔ نو مطلب ېٔ دا وهٔ چې زما اُمت پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې پهٔ نورو ټولو اُمتونو زیات شی۔ نو الله پاک ورته پهٔ ځواب کښې فرمائی زما عذاب اؤ رحمت پهٔ یو قوم پورې خاص نهٔ دے۔ عذاب خو صرف پهٔ هغه کسانو راځی پهٔ چا چې زما خوښه وی۔ اؤ زما رحمت عام دے ټول مخلوق ته۔ لېکن هغه خاص رحمت کوم چې تهٔ غواړې هغه صرف هغه کسانو دپاره لیکلے شوے دے څوک چې زما نه ویریږی اؤ دَ مالونو زکوٰة ورکوی یا دَ خپل نفس تزکیه کوی اؤ دَ الله پاک پهٔ ټولو احکامو پوره پوره یقین کوی۔ یعنی آخری اُمت چې پهٔ ټولو کتابونو ایمان راؤړی نو دَ موسٰیؑ دَ اُمت نه چې کومو کسانو پهٔ آخری کتاب ایمان راؤړو هغه به هم پهٔ دې نعمت کښې شریک شی اؤ دَ موسٰیؑ دعا به دَ هغوی پهٔ حق کښې پوره شی۔
اَلَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الرَّسُوْلَ النَّبِیَّ الْاُمِّیَّ الَّذِیْ یَجِدُوْنَهٗ مَكْتُوْبًا عِنْدَهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ وَ الْاِنْجِیْلِ١٘ یَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ وَ یَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ یُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبٰتِ وَ یُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبٰٓىِٕثَ وَ یَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَ الْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْ١ؕ فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَ عَزَّرُوْهُ وَ نَصَرُوْهُ وَ اتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤ١ۙ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۠۝۱۵۷
هغه کسان چې تابعداری کوی دَ هغه رسول چې نبی اُمیّ دے، ف۱۸۰ کوم چې دوی مومی لیکلی دَ دوی سره پهٔ تورات اؤ پهٔ انجیل کښې، ف۱۸۱ هغه حکم کوی دوی ته دَ نیکو اؤ منع کوی ېٔ دَ ناکاره کارونو نه ، اؤ حلالوی دوی ته ټول پاک څیزونه اؤ حراموی پهٔ دوی ناپاک څیزونه اؤ لرې کوی دَ دوی نه هغه پیټی اؤ قیدونه چې پهٔ دوی باندې وو ف۱۸۲ نو چا چې پهٔ هغهٔ ایمان راؤړو ، اؤ دَ هغهٔ ملګرتیا ېٔ وکړه ، اؤ دَ هغهٔ مدد ېٔ وکړو، اؤ تابعداری ېٔ وکړه دَ هغه نور چې نازل شوے دے هغهٔ سره، ف۱۸۳ هم دغه کسان مراد ته ورسېدل۔
ف۱۸۰: اُمِّیْ یا خو اُمٌّ ته نسبت دے (دَ مور پهٔ معنٰی) یعنی څنګه چې بچے دَ مور نه پیدا شی دَ چا شاګرد شوے نهٔ وی دَ چا نه ېٔ څهٔ زده کړی نهٔ وی۔ دغسې حضور اکرمﷺ هم ټول عمر کښې دَ چا بنده شاګردی نهٔ وه کړے۔ اؤ بیا سره دَ دې کمال دا دے چې حضور اکرمﷺ چې کوم علوم و معارف اؤ حقائق اؤ اسرار بیان کړی دی دَ یو فردِ بشر هم دا طاقت نشته چې دَ هغې پهٔ سلمه برخه هم بیان کړې شی۔ نو دَ نبی اُمّی لقب دَ حضور اکرمﷺ دپاره باعثِ فخر وهٔ۔ یا دَ اُمّ نسبت اُمّ القُرٰی ته دے چې دَ مکّې معظّمې لقب دے اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ پیدائش ښار دے۔
ف۱۸۱: یعنی دَ حضور اکرمﷺ دَ پیدا کېدو زېرے اؤ دَ هغهٔ صفات اؤ علامات پهٔ زړو آسمانی کتابونو کښې لیکلی دی تر دې چې نن سبا دَ دومره تبدیلیو اؤ تحریف نه پس هم پهٔ بائبل کښې دَ حضور اکرمﷺ متعلق آیتونه موجود دی۔
ف۱۸۲: یعنی پهٔ یهودو چې دَ هغوی دَ شرارتونو پهٔ وجه کوم سخت احکام اؤ بندېزونه وو پهٔ اسلام کښې ترېنه هغه سختی لرې شوه۔ اؤ کوم ناپاک څیزونه لکه دَ خنزیر غوښه اؤ سود چې هغوی ځان ته حلال کړی وو هغه ورباندې پهٔ اسلام کښې حرام شو۔ (اؤ دَ اوښ غوښه اؤ وازده پاک څیزونه چې دَ هغوی دَ شرارت پهٔ وجه پهٔ هغوی منع شوی وو هغه ورته پهٔ اسلام کښې حلال کړې شو) اؤ دغسې نور ډېر سخت حکمونه ورته اسان شو۔
ف۱۸۳: دَ نور نه مراد قرآن اؤ سنّت دی۔
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ جَمِیْعَا اِ۟لَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ١۪ فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهِ النَّبِیِّ الْاُمِّیِّ الَّذِیْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ كَلِمٰتِهٖ وَ اتَّبِعُوْهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ۝۱۵۸
ورته ووایه، اے خلقو! زهٔ رسول یم دَ الله تاسو ټولو ته هغه الله دَ چا چې دے حکومت پهٔ آسمانونو اؤ پهٔ زمکه ، نشته معبود هېڅوک بې دَ هغهٔ نه هم هغه ژوندی کوی اؤ مړهٔ کوی ، نو ایمان راؤړیٔ پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ راستؤلی شوی نبی اُمّی باندې، څوک چې یقین لری پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ ټولو کلامونو اؤ دَ هغهٔ تابعداری وکړیٔ چې هدایت ومومیٔ، ف۱۸۴
ف۱۸۴: یعنی دَ حضور اکرمﷺ نبوت دَ ټولې دنیا دپاره عام دے۔ یواځې دَ عربو دَ جاهلانو دپاره یا دَ یهودو اؤ عیسایانو دپاره نهٔ دے۔ څنګه چې الله پاک شهنشاه مطلق دے (دَ ټولې دنیا حقیقی بادشاه دے) دغه شان حضور اکرمﷺ رسولِ مطلق دے(دَ ټولې دنیا اؤ ټولو قومونو دپاره رسول دے) اوس دَ کامیابیٔ لار صرف هم دغه ده چې دَ دې جامع ترین اؤ عالمګیر دین تابعداری وشی۔ هم دغه پېغمبر دے چې پهٔ دهٔ ایمان راؤړل پهٔ ټولو پېغمبرانو اؤ پهٔ ټولو کتابونو ایمان راؤړل دی۔
وَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰۤی اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَ بِهٖ یَعْدِلُوْنَ۝۱۵۹
اؤ دَ موسٰیؑ دَ قوم نه یو ټولے دے چې لاره ښیٔ دَ حق، اؤ هم دَ هغې مطابق انصاف کوی، ف۱۸۵
ف۱۸۵: اګرچې اکثر یهودیان سرکشه اؤ نافرمانه دی خو ځنی کسان پکښې داسې هم شته چې دَ حق دعوت ورکوی، نور هم حق ته بلی اؤ خپله هم دَ حق اؤ انصاف پهٔ لار روان دی لکه عبدالله بن سلام اؤ دَ هغهٔ ملګری۔
وَ قَطَّعْنٰهُمُ اثْنَتَیْ عَشْرَةَ اَسْبَاطًا اُمَمًا١ؕ وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اِذِ اسْتَسْقٰىهُ قَوْمُهٗۤ اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ١ۚ فَانْۢبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَیْنًا١ؕ قَدْ عَلِمَ كُلُّ اُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ١ؕ وَ ظَلَّلْنَا عَلَیْهِمُ الْغَمَامَ وَ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی١ؕ كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ١ؕ وَ مَا ظَلَمُوْنَا وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۝۱۶۰
اؤ بیل بیل کړل مونږ هغوی دَ دولسو نیکونو اولاد لوئے لوئے ډلې ف۱۸۶ اؤ حکم مو وکړو موسٰیؑ ته کله چې اوبهٔ وغوښتې دَ هغهٔ نه قوم، چې ووهه همسا پهٔ دې کاڼی ، نو را وبهېدې دَ هغې نه دولس چینې ، وپېژندهٔ هرې قبیلې خپله چینه ، اؤ سېورے وکړو پهٔ هغوی مونږ دَ وریځې اؤ راکوز مو کړل هغوی ته مَنّ اؤ سلویٰ۔ خوریٔ پاک څیزونه چې مونږ روزی درکړے ده۔ اؤ هغوی زمونږ هېڅ تاوان ونهٔ کړو ، لېکن هم دَ خپل ځان تاوان ېٔ وکړو،
ف۱۸۶: یعنی دَ انتظام دپاره دَ هغوی دولس ډلې دَ دولسو نیکونو دَ اولاد پهٔ حساب جوړ شوے وې۔ بیا پهٔ هره ډله کښې یو نقیب(مشر) مقرر شو چې دَ هغوی اصلاح کوی۔ وَ بَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَیْ عَشَرَ نَقِیْبًا۔
وَ اِذْ قِیْلَ لَهُمُ اسْكُنُوْا هٰذِهِ الْقَرْیَةَ وَ كُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ وَ قُوْلُوْا حِطَّةٌ وَّ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِیْٓـٰٔتِكُمْ١ؕ سَنَزِیْدُ الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۶۱
اؤ کله چې هغوی ته حکم وکړې شو، وسیٔ پهٔ دې کلی کښې ف۱۸۷ اؤ خوریٔ پهٔ دې کښې چرته چې مو زړهٔ غواړی ، اؤ واییٔ مونږ وبخښې اؤ ننوځیٔ پهٔ دروازه سجده کؤنکی، مونږ به وبخښو ستاسو غلطیٔ۔ البته زیات به ورکړو نیکانو ته۔ ف۱۸۸
ف۱۸۷: دَ دې ښار نه اکثرو مفسرینو ”اریحا“ ښار مطلب اخستے دے۔
ف۱۸۸: یعنی دا خو اوس صرف یو ښار فتح شوے دے بیا به ټول ملک ستاسو شی۔ یا دا چې دَ خطا معاف کېدو نه علاوه به نیکانو ته ډېر اجر اؤ ثوابونه ورکؤلے شی۔
فَبَدَّلَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ قَوْلًا غَیْرَ الَّذِیْ قِیْلَ لَهُمْ فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَظْلِمُوْنَ۠۝۱۶۲
نو بدل کړو ظالمانو بل لفظ دَ هغې پهٔ ځائې چې هغوی ته وئیلے شوے وهٔ ، نو راواستؤلو مونږ پهٔ هغوی عذاب دَ آسمان نه دَ هغوی دَ شرارت پهٔ سبب۔ ف۱۸۹
ف۱۸۹: دا دَ وادیٔ تیه واقعات دی دَ کوم بیان چې پهٔ سورتِ بقره کښې دَ وړومبیٔ پارې پهٔ اوله ربع کښې تېر شوے دے۔ پوره تفصیل دَ هغه ځائې فوائدو کښې وګوریٔ۔
وَ سْـَٔلْهُمْ عَنِ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ١ۘ اِذْ یَعْدُوْنَ فِی السَّبْتِ اِذْ تَاْتِیْهِمْ حِیْتَانُهُمْ یَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَّ یَوْمَ لَا یَسْبِتُوْنَ١ۙ لَا تَاْتِیْهِمْ١ۛۚ كَذٰلِكَ١ۛۚ نَبْلُوْهُمْ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ۝۱۶۳
اؤ تپوس وکړه دَ دوی نه دَ هغه کلی دَ حال چې وهٔ پهٔ غاړه دَ دریاب ف۱۹۰ کله چې هغوی زیاتے وکړو دَ خالی دَ ورځې پهٔ حکم کښې ، چې راتلل شروع کړل مهیانو دَ خالی پهٔ ورځ دَ اوبو پهٔ سر اؤ کله چې به دَ خالی ورځ نهٔ وه نو نهٔ به راتلل ، هم دغه شان مونږ پهٔ هغوی ازمېښت کؤلو ، ځکه چې هغوی نافرمانه وو۔ ف۱۹۱
ف۱۹۰: یعنی دَ خپلې زمانې دَ یهودیانو نه دَ ملامتې دپاره دَ هغې زمانې دَ یهودو نه دَ دې قصې تپوس وکړیٔ۔ کومه چې دَ داؤدؑ پهٔ زمانه کښې شوے وه۔ اکثرو مفسرینو دَ دې کلی نوم ”ایله“ لیکلے دے کوم چې دَ بهر قلزم پهٔ غاړه دَ مدین اؤ طور ترمینځه دے۔ د دریاب دَ نژدیکت پهٔ وجه دا خلق دَ مهی دَ ښکار شوقیان وو۔
ف۱۹۱: الله تعالیٰ پهٔ یهودیانو باندې دَ هفتې (خالی) پهٔ ورځ ښکار حرام کړے وهٔ ، دَ دې ښار ایله وسیدونکی پهٔ نافرمانیٔ کښې مشهور وو نو الله پاک ورباندې داسې ازمېښت وکړو چې دَ هفتې پهٔ ورځ به مهیان ډېر زیات دَ اوبو پهٔ سر ګرځېدل۔ پهٔ نورو ورځو کښې به دومره ډېر نهٔ وو۔ نو خلق بې صبره شو اؤ نافرمانیٔ ته ېٔ داسې چل جوړ کړو چې دَ دریاب پهٔ غاړه ېٔ تالابونه جوړ کړل ، دَ دریاب نه ېٔ ورته روونه راوستل ، دَ هفتې پهٔ ورځ به دَ اوبو سره مهیان هم دې تالابونو ته راغلل بیا به ترې وتې نهٔ شو۔ هغوی به ورته رو بند کړے وهٔ۔ نو بیا به ېٔ هم هغه مهیان دَ اتوار پهٔ ورځ ونیؤل۔ الله ته ېٔ دوکه ورکؤله چې مونږ خو دَ هفتې پهٔ ورځ ښکار نه کؤلو دَ اتوار پهٔ ورځ مو کؤلو۔ آخر دَ دې ټګۍ سزا ېٔ پهٔ دنیا کښې وخوړه چې شادوګان ترېنه جوړ شول۔
وَ اِذْ قَالَتْ اُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمَا١ۙ اِ۟للّٰهُ مُهْلِكُهُمْ اَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا١ؕ قَالُوْا مَعْذِرَةً اِلٰی رَبِّكُمْ وَ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ۝۱۶۴
اؤ کله چې ووې یوې ډلې دَ هغوی نه ، ولې نصیحت کویٔ تاسو داسې قوم ته چې الله غواړی چې هغوی هلاک کړی یا عذاب ورکړی سخت عذاب۔ ف۱۹۲ هغوی ووې دَ معذرت دپاره دَ الله دربار کښې اؤ شاید چې دوی منع شی۔ ف۱۹۳
ف۱۹۲: دوی چې دَ الله دَ حکم خلاف دا چل جوړؤلو نو دَ ښار خلق څو ډلې شو یو خو هغه خلق وو چا چې پهٔ دې ټګۍ مهیان نیؤل۔ بلې ډلې ورته نصیحت کؤلو چې مهٔ کویٔ اؤ بله ډله خاموشه وه نهٔ ېٔ خپله ښکار کؤلو اؤ نهٔ ېٔ نور منع کؤل۔ نصیحت کؤنکیو چې ډېره موده خواری وکړه اؤ ځنی کسان پکښې مایوسه شو وېٔ وئیل چې هسې ځان ستړی کویٔ۔ دوی حق نهٔ اوری اؤ نهٔ ېٔ منی۔ داسې معلومیږی چې پهٔ دوی دَ الله عذاب راتلونکے دے۔
ف۱۹۳: یعنی شاید چې دَ الله نه ویریږی اؤ نصیحت ومنی۔ اؤ کهٔ ونهٔ منی هم مونږ خو به دَ الله پهٔ دربار کښې خپل ځان خلاصؤلو دپاره دا وئیلی شو کنه چې مونږ خپل وس کړے وهٔ خو هغوی نهٔ منله۔ کهٔ دوی نهٔ منی نو پهٔ مونږ خو به څهٔ الزام پاتې نهٔ شی۔ زمونږ غاړه به خلاصه شی۔ یعنی دا ناصحان یا خو بالکل مایوس شوی نهٔ وو اؤ یا ېٔ سره دَ مایوسیٔ پهٔ عزیمت عمل کؤلو (چې هر څهٔ چې دی مونږ خو به نصیحت کوؤ خپل فرض به پوره کوؤ)
فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖۤ اَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ یَنْهَوْنَ عَنِ السُّوْٓءِ وَ اَخَذْنَا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا بِعَذَابٍۭ بَىِٕیْسٍۭ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ۝۱۶۵
بیا کله چې هغوی هېر کړو هغه نصیحت چې شوے وهٔ هغوی ته نو بچ کړل مونږ هغه کسان چې منع ېٔ کؤله دَ ناکاره کارونو نه اؤ راګېر مو کړل ګنهګار پهٔ سخت عذاب کښې دَ هغوی دَ نافرمانیٔ پهٔ سبب۔ ف۱۹۴
ف۱۹۴: یعنی چې دې ظالمانو نصیحت پهٔ هېڅ شان نهٔ اورېدو نو مونږ نصیحت کونکی بچ کړل اؤ نور مو پهٔ سخت عذاب ګرفتار کړل۔ اَلَّذِیْنَ یَنْهَوْنَ عَنِ السُّوْٓءِ دَ الفاظو دَ عام والی نه معلومیږی چې کوم کسان پهٔ آخر کښې ستړی شوی وو اؤ لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمًا الخ ېٔ وئیلی وو اؤ چا چې تر آخره نصیحت کؤلو دا دواړه ډلې دَ عذاب نه بچ شوے وې صرف ظالمان ګرفتار شوی وو۔ دا خبره دَ عکرمهؒ نه نقل ده اؤ ابن عباسؓ ېٔ ملګرتیا کړے ده۔ باقی کومه ډله چې دَ اول نه تر آخره بالکل خاموشه وه دلته دَ هغوی څهٔ ذکر نشته۔ ابنِ کثیرؒ لیکلی دی چې الله پاک دَ ناصحانو دَ خلوص ذکر وکړو اؤ دَ ظالمانو دَ تباهیٔ اؤ دَ خاموشیو ذکر ېٔ پرېښو ځکه چې دوی نهٔ څهٔ داسې کار کړے وهٔ چې صفت ېٔ شوے وې اؤ نهٔ ېٔ دَ هغه نورو پهٔ شان غټ ظلم کړے وهٔ چې بدیٔ ېٔ بیان شوے وې اؤ بیا ېٔ دَ عکرمهؒ دَ قول تائید کړے دے۔ (یعنی چې خاموشه هم دَ ظالمانو سره پهٔ عذاب کښې شریک وو) صرف نصیحت کؤنکی بچ شوی وو)
فَلَمَّا عَتَوْا عَنْ مَّا نُهُوْا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِىِٕیْنَ۝۱۶۶
بیا کله چې زیاتې شروع کړو دوی هغه کارونو کښې چې منع شوی وو ترېنه۔ نو مونږ حکم وکړو چې شیٔ شادوګان ذلیله۔ ف۱۹۵
ف۱۹۵: شاید چې وړومبے ورباندې بل څهٔ معمولی عذاب راغلے وی خو چې پهٔ هغې هم منع نهٔ شو بالکل دَ حد نه ووتل۔ نو بیا ېٔ ترېنه ذلیل شادوګان جوړ کړل۔ یا به فَلَمَّا عَتَوْا دَ مخکښې آیت فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُکِّرُوْا دپاره تفسیر شی۔ یعنی هغه سخت عذاب هم دغه وهٔ چې شادوګان ترېنه جوړ شو۔ شاه صاحب فرمائی چې نصیحت کؤنکیو دَ ښکار کؤنکیو سره تعلقات پرېښول ، پهٔ مینځ کښې ېٔ دیوال ووهلو چې یو بل نهٔ وینی۔ یو سحر چې دَ خوب نه پاڅېدل نو بل طرف ته څهٔ خبرې نهٔ ختې ، چې پهٔ دیوال ور اوچت شو نو څهٔ ګوری چې کورونه دَ شادوګانو ډک دی ، سړے پکښې یو هم نشته۔ هغوی به خپل خپلوان پېژندل، دَ هغوی پهٔ پښو کښې به رغړېدل اؤ ژړل به ئ۔ آخر پهٔ درے ورځو کښې ټول مړهٔ شو۔
وَ اِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكَ لَیَبْعَثَنَّ عَلَیْهِمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ یَّسُوْمُهُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ لَسَرِیْعُ الْعِقَابِ١ۖۚ وَ اِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۶۷
اؤ یاد کړه هغه وخت چې خبر درکړے وهٔ ستا رب چې زهٔ به ضرور راستوم تر قیامت تر ورځې پهٔ یهودو باندې داسې کس چې ورکوی به دوی ته سخت عذاب، ف۱۹۶ بېشکه ستا رب ژر عذاب ورکؤنکے دے اؤ هغه ډېر بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۹۷
ف۱۹۶: یعنی دَ الله دَ طرف نه دا پخه وعده وه دَ یهودو سره چې کهٔ دوی دَ توریٰت پهٔ احکامو عمل پرېښو نو تر قیامته به ورباندې داسې خلق مسلّط کیږی چې سخت عذاب به ورکوی۔ دَ سخت عذاب نه دلته دَ محکومۍ اؤ غلامۍ ژوند مراد دے۔ چنانچې یهودیان به کله دَ یونانیانو غلامان وو ، کله به ورباندې دَ کلدانیانو حکومت وهٔ ، کله به دَ بخت نصر حملو خرابول۔ پهٔ آخر کښې دَ مجوسیانو محکوم وو۔ بیا ورباندې دَ مسلمانانو حکومت راغلو۔ غرض دا چې تر دې وخته ېٔ دَ قوم پهٔ حیثیت دَ عزّت اؤ خود داریٔ ژوند نهٔ وهٔ نصیب شوے بلکې چرته چې به وو دَ هغې ځائې حاکمانو به ورته ډېر پهٔ سپک نظر کتل۔ مال دولت ورسره ډېر وهٔ ، خو سره دَ دې دَ ذلیل ژوند نه نهٔ خلاصېدل اؤ تر قیامته به هم دغسې ذلیل ژوند تېروی۔ پهٔ آخر کښې چې دوی دَ دجال پهٔ ملګرتیا کښې را وځی نو دَ عیسٰیؑ دَ ملګریو دلاسه به ټول قتل شی لکه پهٔ حدیث شریف کښې چې راځی (یو یهودی به هم بچ نهٔ شی، چرته به هم څوک پناه نهٔ ورکوی۔ کاڼی بوټی به چغې وهی چې دا دے دلته یهودی پټ دے)
ف۱۹۷: یعنی څوک چې دَ شرات نه نهٔ منع کیږی کله کله ورباندې پهٔ دنیا کښې هم عذاب را استوی اؤ دَ غټ نه غټ مجرم چې توبه وباسی اؤ پهٔ خپل عمل پښېمانه شی ، الله ته رجوع وکړی نو دَ هغهٔ بخشش اؤ رحمت بې پایانه دے، معافی ورکوی۔
وَ قَطَّعْنٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اُمَمًا١ۚ مِنْهُمُ الصّٰلِحُوْنَ وَ مِنْهُمْ دُوْنَ ذٰلِكَ١٘ وَ بَلَوْنٰهُمْ بِالْحَسَنٰتِ وَ السَّیِّاٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۱۶۸
اؤ جُدا جُدا کړل مونږ هغوی پهٔ ملک کښې ډلې ډلې ف۱۹۸ ځنې پکښې نیکان دی اؤ ځنی پکښې بل شان دی۔ اؤ مونږ هغوی وزمائیل پهٔ نیکو اؤ پهٔ بدو کښې چې هغوی راوګرځی۔ ف۱۹۹
ف۱۹۸: دَ یهودو سره چې مال دولت ډېر شو نو پهٔ خپلو کښې سره مخالف شو ، ډلې ډلې شو اؤ اجتماعی طاقت ېٔ ختم شو۔ مختلف مذهبونه پکښې راپیدا شو۔ دا خبرې دې اُمت ته دَ عبرت دپاره بیانیږی۔
ف۱۹۹: یعنی ځنی کسان پکښې نیکان هم وو۔ خو اکثریت فاسقان وو۔ دې اکثرو ته هم مونږ دَ توبې اؤ الله ته دَ رجوع کؤلو موقعې ورکړے وې۔ کله به مو پرې سختی راوسته۔ کله ډېره خوشحالی اؤ عیش و آرام چې ممکنه ده دَ سختیٔ نه ویریږی توبه وباسی یا پهٔ ارام کښې احسان ومنی اؤ الله ته رجوع وکړی۔
فَخَلَفَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَّرِثُوا الْكِتٰبَ یَاْخُذُوْنَ عَرَضَ هٰذَا الْاَدْنٰی وَ یَقُوْلُوْنَ سَیُغْفَرُ لَنَا١ۚ وَ اِنْ یَّاْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهٗ یَاْخُذُوْهُ١ؕ اَلَمْ یُؤْخَذْ عَلَیْهِمْ مِّیْثَاقُ الْكِتٰبِ اَنْ لَّا یَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ وَ دَرَسُوْا مَا فِیْهِ١ؕ وَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۱۶۹
بیا دَ هغوی نه وروستو راغلو ناخلفه چې وارثان شو دَ کتاب اخلی اسباب دَ دې ادنیٰ ژوندون اؤ وائی چې مونږ ته به دا معاف کړې شی اؤ کهٔ دغسې اسباب ورته بیا مخکښې کړې شی نو دوی به ېٔ واخلی۔ ف۲۰۰ آیا دَ دوی نه وعده نهٔ وه اخستې شوے پهٔ کتاب کښې، چې نهٔ به وائی دَ الله پهٔ حق کښې بې دَ رښتیاؤ ، اؤ دوی لوستی دی څهٔ چې پهٔ دې کتاب کښې دی۔ اؤ دَ آخرت کور بهتر دے دَ هغه چا دپاره چې ویریږی ، آیا تاسو نهٔ پوهېږیٔ۔ ف۲۰۱
ف۲۰۰: یعنی پهٔ مخکښینیو کښې خو یا څهٔ نیکان وو۔ وروستی خو داسې ناخلفه راغلل چې دَ توریٰت وارثان شو نو دَ دنیا دَ لږ مال پهٔ خاطر ېٔ دَ توریٰت آیتونه بدل رابدل کړل اؤ دَ توریٰت دَ حکمونو خلاف فیصلې به ېٔ کؤلے اؤ سره دَ دې ېٔ هم دا خیال وهٔ چې مونږ دَ الله محبوب اؤ دَ نبیانو اولاد یو پهٔ دې کارونو به مونږ ته سزا نهٔ راکوی مونږ به معاف کړی۔ دَ دغې وجې نه هغوی به هر وخت رشوت اخستو اؤ بې ایمانیٔ کؤلو ته تیار وو چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ سزا ویره نهٔ وه۔
نو پهٔ ځائې دَ دې چې دَ ګناهونو نه ېٔ توبه کړے وې ، پهٔ تېرو پښېمانه شوے وې اؤ دَ مخکښې دپاره ترېنه منع شوی وې۔ دَ دغه خرابې عقیدې پهٔ وجه هغوی پهٔ ګناهونو زړهٔ ور وو۔ دَ توبې وېستو اؤ الله ته رجوع کؤلو څهٔ خیال نهٔ ورتلو۔
ف۲۰۱: یعنی پهٔ توریٰت کښې ترېنه دا وعده اخستے شوے وه چې دَ الله تعالیٰ متعلق به بې دَ رښتیاؤ نه بل څهٔ نهٔ واییٔ۔ نو څوک چې دَ الله پهٔ احکامو کښې بدلون کوی اؤ پهٔ الله دروغ جوړوی آیا دوی دَ دې وعدې نه خبر نهٔ دی څهٔ؟ اؤ دوی خو توریٰت لولی نو دا څنګه کېدے شی چې دا وعده ېٔ پکښې نهٔ وی لیدلے یا ورته دا مضمون یاد نهٔ وی۔ حقیقت دا دے چې دوی دَ فانی دنیا دَ مال اؤ اسباب پهٔ خاطر ایمان خرڅ کړے دے اؤ دَ آخرت نه ېٔ سترګې پټې کړی دی۔ دوی پهٔ دې نهٔ پوهیږی چې څوک دَ الله نه ویریږی اؤ پرهېزګاری کوی دَ هغوی دپاره دَ آخرت پهٔ کور کښې دَ دنیا سازو سامان نه زیات دَ آرام اؤ راحت سامان تیار دے۔ کاش چې دوی پوهېدے۔
وَ الَّذِیْنَ یُمَسِّكُوْنَ بِالْكِتٰبِ وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ١ؕ اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُصْلِحِیْنَ۝۱۷۰
اؤ کومو کسانو چې کلک نیولے دے کتاب اؤ قائم لری نمونځونه۔ بېشکه مونږ نهٔ بربادوؤ ثواب دَ نیکانو۔ ف۲۰۲
ف۲۰۲: یعنی دَ توبې دروازه اوس هم ازاده ده۔ چا چې دَ توریٰت پهٔ اصلی هدایت عمل وکړو اؤ دَ هغې دَ پېشنګوییٔ مطابق ېٔ پهٔ آخری نبی اؤ قرآن ایمان راؤړو اؤ دَ الله بندګی ېٔ اختیار کړه۔ اؤ دَ ځان اصلاح ېٔ وکړه نو الله پاک دَ نیکانو محنت نهٔ بربادوی دَ هغې خوږه نتیجه به ورته ضرور ورکړی۔
وَ اِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَاَنَّهٗ ظُلَّةٌ وَّ ظَنُّوْۤا اَنَّهٗ وَاقِعٌۢ بِهِمْ١ۚ خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّ اذْكُرُوْا مَا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ۠۝۱۷۱
اؤ کله چې پورته کړو مونږ غر دَ دوی دپاسه لکه دَ سائبان ، اؤ دوی سره ویره شوه چې دا خو راپرېوتونکے دے پهٔ دوی مونږ ورته ووې ونیسیٔ څهٔ چې مونږ درکړی دی مضبوط اؤ یاد کړیٔ څهٔ چې پهٔ دوی کښې دی۔ چې تاسو ځان وساتیٔ۔ ف۲۰۳
ف۲۰۳: کومه وعده چې دوی ته یادؤلے شی دا خو ېٔ ترېنه داسې پهٔ اهتمام سره اخستے وه چې غر ېٔ ورباندې لکه دَ سائبان وچت ونیؤلو چې دَ توریٰت احکام مضبوط ونیسیٔ اؤ دَ دې پهٔ هدایت پوره پوره عمل کویٔ۔ ګنی الله پاک دا قدرت لری چې دا غر ورباندې را وغورځوی اؤ ټول ورلاندې دل پیتی کړی۔ دومره پهٔ تاکید سره چې ترېنه کومه وعده اؤ لوظ اخستے شوے وهٔ ، افسوس دے چې هغه هم دوی هېر کړو۔ دا قصه پهٔ سورتِ بقره کښې دَ وړومبیٔ پارې پهٔ ربع کښې تېره شوے ده۔
وَ اِذْ اَخَذَ رَبُّكَ مِنْۢ بَنِیْۤ اٰدَمَ مِنْ ظُهُوْرِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَ اَشْهَدَهُمْ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ١ؕ قَالُوْا بَلٰی١ۛۚ شَهِدْنَا١ۛۚ اَنْ تَقُوْلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اِنَّا كُنَّا عَنْ هٰذَا غٰفِلِیْنَۙ۝۱۷۲
اؤ کله چې راووېستو ستا رب دَ بنیادمو دَ شاګانو نه دَ هغوی اولاد اؤ اقرار ېٔ واخستو دَ هغوی نه پهٔ خپلو نفسونو ، آیا زهٔ ستاسو رب نهٔ یم۔ دوی ووې اؤ مونږ اقرار کوؤ هسې نه چې دَ قیامت پهٔ ورځ وواییٔ چې مونږ خو دَ دې نه نهٔ وو خبر۔
اَوْ تَقُوْلُوْۤا اِنَّمَاۤ اَشْرَكَ اٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ وَ كُنَّا ذُرِّیَّةً مِّنْۢ بَعْدِهِمْ١ۚ اَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُوْنَ۝۱۷۳
یا وواییٔ چې شرک خو کړے دے زمونږ نیکونو زمونږ نه مخکښې ، اؤ مونږ یو دَ هغوی اولاد هغوی نه وروستو۔ آیا تهٔ مونږ هلاکوے پهٔ داسې کار چې کړے دے ګمراهو خلقو۔ ف۲۰۴
ف۲۰۴: دَ خاصې وعدې نه پس دلته اوس دَ هغه عامې وعدې ذکر کیږی چې دَ ټولو بنیادمو نه اخستے شوے وه۔ دَ ټولو حق مذهبونو اؤ آسمانی کتابونو بنیادی عقیده دا ده چې بنده دَ الله پاک هستی اؤ دَ هغهٔ رب والے ومنی۔ دَ مذهب ټول بنیاد پهٔ دې عقیده دے۔ تر څو پورې چې دا بنیادی عقیده نهٔ وی منلے شوے دَ رسولانو راتلل اؤ ټول هدایتونه اؤ کتابونه اؤ دَ عقل رهنمائی هېڅ فائده نهٔ شی ورکؤلے۔ کهٔ غور وکړې شی نو دَ آسمانی مذهبونو باقی ټول عقائد اؤ احکام بالآخر دَ الله پاک دَ ربّ العالمین کېدو پهٔ عقیده ختمیږی۔ عقل سلیم اؤ وحې اؤ الهام ټول دَ دې یوې عقیدې تفصیل اؤ تشریح ده۔ نو ضروری وه چې دَ هدایت دا تخم چې دَ ټولو آسمانی تعلیماتو بنیاد دے پهٔ فیاضیٔ سره ټولو بنیادمو ته ورسؤلے شی اؤ دَ هر بنده پهٔ زړهٔ کښې دا تخم وکرلے شی چې هر بنده دَ عقلِ سلیم اؤ وحی الٰهی دَ اوبهٔ خور پهٔ ذریعه داسې تخم نه دَ ایمان اؤ یقین ونه زرغونه کړی۔ کهٔ الله پاک دَ ابتداء نه دَ بنیادمو پهٔ زړونو کښې دا تخم نهٔ وې کرلے اؤ دا عقیده ېٔ دَ بنیادم عقل ته سپارلې وې نو یقینًا به دَ دې نه یو داسې اختلافی مسٔله جوړه شوے وه چې هډو چرې به حل شوے نهٔ وه۔ ځکه الله پاک څنګه چې دَ بنیادم پهٔ دماغ کښې دَ غور اؤ فکر قوت یٔښې دے اؤ دَ وحې دَ نور قبلؤلو استعداد ېٔ ورکړے دے۔ دغه شان ېٔ دغه بنیادی عقیده هم دَ پیدائش سره ورکړے ده دَ کومې نه بغېر چې دَ یو مذهب آبادی نهٔ شی ودرېدے۔ دا هم دَ هغه ازلی تعلیم اثر دے چې پهٔ هره زمانه کښې بنیادم دَ دنیا پهٔ هر ګُټ کښې تر یوه حده دَ الله پاک پهٔ وجود اؤ دَ هغهٔ پهٔ ربوبیت متفق دی۔ اؤ کومو کسانو چې دَ عقلی اؤ روحانی مرضونو پهٔ وجه دَ دې فطری عقیدې خلاف اواز وچت کړے دے هغوی آخر کار دَ دنیا پهٔ مخکښې بلکې پهٔ خپل نظر کښې هم دروغژن ثابت شوی دی لکه څنګه چې تبې نیولے مریض ښهٔ خوش خونده خوراک ته تریخ وئیلو کښې دروغژن ثابتیږی۔
بهرحال دَ دنیا دَ شروع نه تر دې دوره پورې دَ الله پاک پهٔ رب کېدو باندې دَ بنیادمو عام اتفاق دَ دې خبرې دلیل دے چې دا عقیده دَ عقل اؤ فکر دَ کوششونو نه بغېر الله پاک دَ بنیادمو پهٔ زړونو کښې پخپله اچؤلے ده۔ ګنی دَ عقل اؤ دلیلونو پهٔ ذریعه دا اجماع راوستل ممکن نهٔ وو۔ دا دَ قرآن کریم امتیازی شان دے چې دَ دې فطری عقیدې راز ېٔ ښکاره کړے دے۔ بېشکه مونږ ته یاد نهٔ دی چې دَ دې عقیدې تعلیم څنګه ، کله اؤ پهٔ څنګه حالاتو کښې شوے وهٔ۔ بیا هم څنګه چې یو مقرر ته دا یقین دے چې پهٔ وړوکوالی هغهٔ ته چا دا الفاظ ښیٔلی دی کوم چې دَ ترقیٔ دې درجې ته اوس رسېدلی دی اګرچې هغهٔ ته دَ وړومبی الفاظو ښیونکی ، دَ هغې وخت اؤ طریقه نهٔ ده یاده بلکې دا هم ورته نهٔ دی یاد چې دا الفاظ ما ته یو یو ښیٔلی شوی دی۔ بیا هم دَ موجوده علاماتو نه دا پهٔ یقین سره وئیلی شی چې داسې ضروری شوی دی۔ دغه شان دَ بنیادمو مختلف قومونه اؤ مختلف مذهبونه دَ الله پاک پهٔ ربوبیت باندې متفق کېدل دَ دې پوره دلیل دے چې دا خبره دَ فطرت پهٔ ابتداء کښې دَ یو معلّم پهٔ ذریعه نفسونو ته رسېدلے ده۔ باقی دَ تعلیم خصوصیات اؤ حالات یاد نهٔ پاتې کېدل دَ دې خبرې پهٔ حقیقت څهٔ اثر نهٔ غورځوی، دَ دې ازلی اؤ فطری تعلیم دَ کوم اثر چې تر نن تاریخه دَ بنیادم پهٔ فطرت کښې موجود دے هر بنیادم دَ الله پاک دَ دلیل مخکښې ملزّم کړے دے۔ څوک چې دَ کفر شرک اؤ الحاد حق ثابتؤلو دپاره دَ پلار نیکهٔ پهٔ پټو سترګو پېروی کوی یا بې خبری اؤ جهالت پهٔ عذر کښې پېش کوی، دَ هغې پهٔ جواب کښې دَ الله پاک دغه قطعی دلیل کوم کښې چې بنیادم ته اصل فطرت طرف ته توجه ورکړې شوے ده، یو فیصله کن جواب دے۔ حضرت شاه صاحب فرمائی: الله پاک دَ آدمؑ دَ شا نه دَ هغهٔ اولاد راووېستو اؤ دَ ټولو نه ېٔ دَ خپلې خداییٔ اقرار واخستو اؤ بیا ېٔ خپل ځائې ته ورننوستو۔ دَ دې مطلب دا دے چې دَ الله پاک پهٔ ربِّ مطلق منلو کښې هر سړے ځان ته مستقل دے۔ دَ بل پېروی دې نهٔ کوی۔ کهٔ پلار ېٔ شرک کوی نو ځوئے دې ېٔ ایمان راؤړی۔ کهٔ دَ چا دا شک وی چې مونږ ته خو وعده یاده نهٔ ده نو دومره پوهه شیٔ چې دَ دې علامه پهٔ زړهٔ کښې شته۔ ټوله دنیا دا منی چې دَ دې دنیا پیدا کؤنکے الله دے۔ اؤ کهٔ څهٔ لږ کسان دَ الله دَ وجود نه منکر وی یا شرک کوی نو دا دَ خپل ناقص عقل پهٔ وجه (یا دَ خارجی حالاتو پهٔ وجه) اؤ بیا ورته خپله خپل دروغ څرګند شی۔
وَ كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۱۷۴
اؤ دغه شان مونږ پهٔ تفصیل سره بیانوؤ دوی ته خبرې اؤ چې دوی راوګرځی۔ ف۲۰۵
ف۲۰۵: موضح القرآن کښې دی دا قصه یهودو ته ځکه واؤرؤلے شوه چې هغوی هم دَ دې وعدې نه اوړیدلی وو څنګه چې مشرکان اوړیدلی وو۔
وَ اتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ الَّذِیْۤ اٰتَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَاَتْبَعَهُ الشَّیْطٰنُ فَكَانَ مِنَ الْغٰوِیْنَ۝۱۷۵
اؤ واؤروه دوی ته حال دَ هغه سړی چې ورکړی وو مونږ خپل آیتونه بیا هغهٔ ترېنه ځان راښکلو نو شیطان ورپسې شو۔ نو هغه شو دَ ګمراهانو نه۔
وَ لَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنٰهُ بِهَا وَ لٰكِنَّهٗۤ اَخْلَدَ اِلَی الْاَرْضِ وَ اتَّبَعَ هَوٰىهُ١ۚ فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ الْكَلْبِ١ۚ اِنْ تَحْمِلْ عَلَیْهِ یَلْهَثْ اَوْ تَتْرُكْهُ یَلْهَثْ١ؕ ذٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا١ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ۝۱۷۶
اؤ کهٔ مونږ غوښتے نو پورته کړے به مو وه دَ هغهٔ مرتبه دَ دې آیتونو پهٔ ذریعه، لېکن هغه خو پهٔ زمکه پورې لېو شو ، اؤ دَ خپلو خواهشاتو تابعداری ېٔ وکړه۔ نو دَ هغهٔ مثال داسې شو لکه سپے۔ کهٔ تهٔ ورباندې پېټې کېږدے هم هپکیږی یا کهٔ ېٔ پرېږدے نو هم هپکیږی۔ دا مثال دَ هغه خلقو دے چا چې دروغ ووې زمونږ آیتونو ته نو تهٔ بیان کړه داسې قصې دَ دې دپاره چې دوی فکر وکړی۔ ف۲۰۶
ف۲۰۶: دَ اکثرو مفسرینو پهٔ خیال دا آیت دَ بلعم بن باعوراء پهٔ حق کښې دے چې دَ یهودو یو لوئے عالم اؤ بزرګ وهٔ۔ بیا دَ یوې ښځې دَ محبّت اؤ دَ مال دولت دَ لالچ پهٔ وجه دَ موسٰیؑ مقابلې ته ودرېدو۔ نو موسٰیؑ ته خو ېٔ څهٔ نقصان نهٔ شو رسؤلے پخپله مردود ځان تباه کړو۔ دَ کتاب الله کوم علم چې هغهٔ ته ورکړې شوے وهٔ دَ هغې نه ېٔ مخ واړؤلو اؤ دَ نفسانی خواهش تابعداری ېٔ وکړه نو دَ شیطان پهٔ قبضه کښې راغلو تر دې چې دَ غټو ګمراهانو پهٔ لړ کښې شمېر شو۔ پهٔ دې وخت کښې دَ هغهٔ مثال دَ سپی وهٔ چې ژبه ېٔ بهر راویستې وی اؤ غپیږی۔ کهٔ فرض کړه پهٔ هغهٔ څهٔ بوج کېدے یا ېٔ وشړی یا ورته هېڅ نهٔ وائی پهٔ خپل حال ېٔ پرېږدی هغه به هم دغسې کوی۔ ځکه چې سپے طبعی طور داسې پیدا شوے دے چې دَ زړهٔ دَ کمزوریٔ پهٔ وجه دَ بدن دننه ګرمه هوا بهر وېستو اؤ تازه هوا دننه بوتلو باندې پهٔ اسانۍ سره قادر نهٔ دے۔ دغسې ژبه راوباسی اؤ پهٔ وازه خلهٔ پهٔ زوره زوره ساه اخلی نو ایله ېٔ ګزاره پرې کیږی۔ هم دغسې حال دَ دغه کسانو دے چې دَ خپلې اخلاقی کمزوریٔ پهٔ وجه ورته آیات الله اورؤل اؤ نهٔ اورؤل، څهٔ تنبیه کؤل اؤ نهٔ کؤل برابر دی۔ دَ دنیا دَ حرص پهٔ وجه به هم دغه ذلیل حرکتونه کوی۔
ممکنه وه چې دَ بلعم بن باعوراء دَ باطنی کیفیت څرګندؤلو دپاره صرف دَ مثال پهٔ طور دا مضمون وئیلے شوے وی اؤ کېدے شی چې دنیا یا آخرت کښې هغهٔ دپاره دا سزا تجویز شوی وی چې دَ سپی پهٔ شان ېٔ ژبه بهر ته راویستې وی اؤ همېشه پرېشان اؤ بدحال وی۔ بهرحال دَ آیت شانِ نزول هر څهٔ چې وی پهٔ دې کښې دَ هوا پرستو انجام وښیٔلے شو۔ چې څوک دَ دنیا پهٔ طمع کښې دَ سفلی خواهش تابعداری کوی اؤ حق پریږدی دَ هغهٔ به دغه حال وی۔ پهٔ دې کښې یهودو ته خبردارے دے چې صرف دَ کتاب پهٔ علم باندې څهٔ کار نهٔ کیږی څو پورې چې دَ هغې پهٔ احکامو پوره پوره عمل ونهٔ شی۔ دَ علماءِ سوء دپاره پهٔ دې آیت کښې عبرتناک سبق دے کهٔ فکر ورته وکړی۔
سَآءَ مَثَلَا اِ۟لْقَوْمُ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ اَنْفُسَهُمْ كَانُوْا یَظْلِمُوْنَ۝۱۷۷
بد مثال دے دَ هغه خلقو چې دروغ ېٔ ووې زمونږ آیتونو ته ، اؤ دوی هم دَ خپل ځان تاوان کوی۔ ف۲۰۷
ف۲۰۷: دَ مشرکانو پهٔ حق کښې قرآن کریم ځائې پهٔ ځائې دَ جولاګی ، مچ ماشی وغېره مثالونه ورکړی دی لېکن دا مثال داسې دے چې یو غېرتی بنده خو به هېچرې ځان دَ دې مصداق نهٔ کړی اؤ کوم بې غېرته کهٔ دغه شان عمل کوی چې دا مثال ورباندې صادق شی نو صرف دَ ځان تاوان کوی۔
مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِیْ١ۚ وَ مَنْ یُّضْلِلْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۝۱۷۸
چا ته چې لار وښیٔ الله، هم هغه لار بیا مومی۔ اؤ څوک چې دَ لارې نه خطا کړی ، هم هغه پهٔ تاوان کښې دی۔ ف۲۰۸
ف۲۰۸: علم اؤ فضل هله پکار راځی چې الله پاک ورته پهٔ علم باندې دَ عمل کؤلو هم توفیق ورکړی۔
اؤ چا ته چې الله پاک دَ عمل توفیق ورنهٔ کړی نو کهٔ هر څومره غټ عالم وی اؤ اؤ ډېر قابل فاضل وی نو پوهه شه چې پهٔ خساره کښې دے۔ ځکه پکار ده چې بنده پهٔ خپل لیاقت اؤ علم غرور نهٔ کوی، همېشه دَ الله پاک نه دَ هدایت اؤ توفیق طلبګار وی۔
وَ لَقَدْ ذَرَاْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِیْرًا مِّنَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ١ۖ٘ لَهُمْ قُلُوْبٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ بِهَا١٘ وَ لَهُمْ اَعْیُنٌ لَّا یُبْصِرُوْنَ بِهَا١٘ وَ لَهُمْ اٰذَانٌ لَّا یَسْمَعُوْنَ بِهَا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ۝۱۷۹
اؤ مونږ پیدا کړی دی دَ دوزخ دپاره ډېر پېریان اؤ بنیادم۔ ف۲۰۹ دَ دوی زړونه شته خو دَ پوهېدو کوشش نهٔ کوی ، اؤ دَ دوی سترګې شته خو لیدل پرې نه کوی اؤ دَ دوی غوږونه شته خو اورېدل پرې نهٔ کوی، دوی دَ څاروو پهٔ شان دی، بلکې دَ څاروو نه هم بدتر۔ هم دغه خلق بې خبره دی۔ ف۲۱۰
ف۲۰۹: دا آیت پهٔ ظاهره دَ آیت وَمَا خَلَقْتُ الجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنَ سره معارض معلومیږی۔ ځکه بعضې مفسرینو هلته دَ لِیَعْبُدُوْنَ کښې لاؔم دَ غایت اؤ لِجَهَنَّمَ کښې لاؔم دَ عاقبت دپاره منلے دے۔ یعنی دَ جن اؤ انس پیدا کؤلو مطلب خو دا وهٔ چې دوی عبادت وکړی لېکن ډېر جنّ اؤ انس دا مقصد نهٔ پوره کوی نو انجام ېٔ دا شو چې جهنّم ته به ځی۔ دَ دې پهٔ لحاظ دا وئیلے شی چې ګویا دوی دَ دوزخ دپاره پیدا شوی وو۔ لکه پهٔ آیت فَالْتَقَطَهٗ اٰلُ فِرْعَوْنَ لِیَکُوْنَ لَهُمْ عَدْوً وَّ حَزَنًا کښې چې پهٔ لِیَکُوْنَ کښې لام دَ عاقبت دپاره دے۔ دَ محقیقینو پهٔ خیال دواړه ځایه کښې لام دَ غایت دپاره دے خو فرق دا دے چې لِیَعْبُدُوْنَ کښې غایت تشریعی مراد دے اؤ لِجَهَنَّمَ کښې غایت تکوینی مراد دے۔
ف۲۱۰: یعنی زړهٔ ، سترګې ، غوږونه هر څهٔ ېٔ شته خو نهٔ دَ زړهٔ نه دَ الله پهٔ آیتونو کښې فکر کوی اؤ نهٔ دَ قدرت نښانو ته دَ عبرت پهٔ نظر ګوری اؤ نهٔ دَ الله کلام دَ منلو دپاره اوری۔ څنګه چې دَ څاروو ټول حواس صرف دَ خوراک څښاک اؤ دَ نفسی خواهشونو پهٔ دائره کښې محدود وی۔ دغه حال دَ دوی هم دے چې کوم طاقتونه الله پاک ورکړی دی هغه صرف دنیاوی خواهشونو پوره کؤلو دپاره استعمالوی ، دَ انسانی کمالونو اؤ روحانی ترقیٔ اؤ دَ فرښتو دَ خویونو حاصلؤلو کښې ېٔ پکار نهٔ راولی۔ بلکې کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ دوی حال دَ څاروو نه بدتر دے ، ځکه چې څاروے دَ مالک پهٔ بلنو راځی، دَ هغهٔ پهٔ شړلو منع کیږی۔ اؤ دوی دَ خپل خالق اواز ته هډو غوږ نهٔ ږدی۔ بیا څاروی دَ خپلو طاقتونو نه هغه هومره کار اخلی کوم دپاره چې قدرت پیدا کړی دی۔ دَ دې نه زیات طاقت هغو ته ورکړې شوے نهٔ دے۔ اؤ پهٔ دوی کښې دَ روحانی ترقیٔ اؤ اخلاقی کمالونو حاصلؤلو فطری استعداد شته خو دوی دَ غفلت پهٔ وجه هغه استعداد پهٔ خپله تباه کړو چې کار ترې نهٔ اخلی۔
وَ لِلّٰهِ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی فَادْعُوْهُ بِهَا١۪ وَ ذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اَسْمَآىِٕهٖ١ؕ سَیُجْزَوْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۸۰
اؤ الله دپاره دی ټول نومونه ښهٔ ښهٔ ، نو پهٔ دغه نومونو ېٔ یادویٔ۔ اؤ پرېږدیٔ هغه خلق چې کاږهٔ روان دی دَ الله پهٔ نومونو کښې۔ دوی به بدله مومی دَ خپلو کارونو۔ ف۲۱۱
ف۲۱۱: دَ غافلانو دَ حالت ذکر کؤلو نه پس اوس مؤمنان بیدارؤلے شی چې تاسو چرته دَ الله دَ یاد نه غافل نهٔ شیٔ۔ تاسو همېشه دپاره الله پاک دَ هغهٔ پهٔ ښو نومونو یادویٔ۔ دَ الله یاد دَ زړهٔ نه غفلت لرې کوی۔ اؤ کوم خلق چې دَ الله پاک پهٔ نومونو اؤ دَ هغهٔ پهٔ صفتونو کښې پهٔ کږه لار روانیږی اؤ غلطې خبرې کوی دَ هغوی نه ځان وساتیٔ هغوی به دَ دې سزا مومی۔ دَ الله پهٔ نومونو کښې کجروی دا ده چې (۱) الله پاک ته داسې نوم واخستې شی دَ کوم چې شریعت اجازت نهٔ دے ورکړے اؤ کوم چې دَ الله تعالیٰ دَ لوئی شان اؤ عزّت سره لائق نهٔ دی۔ یا (۲) دَ الله پاک پهٔ خاصو نومونو یا صفتونو باندې بل څوک یاد کړی۔ یا (۳) دَ هغې پهٔ معنیٰ بیانؤلو کښې ګړبړ وکړی۔ یا(۴) دَ الله پاک نومونه دَ ګناه پهٔ کارونو کښې لکه سحر جادو وغېره دپاره استعمالؤل۔
وَ مِمَّنْ خَلَقْنَاۤ اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَ بِهٖ یَعْدِلُوْنَ۠۝۱۸۱
اؤ پهٔ دغه خلقو کښې چې مونږ پیدا کړی دی یوه ډله چې پهٔ حقه لار دی اؤ دَ هغې مطابق انصاف کوی۔ ف۲۱۲
ف۲۱۲: دا ډله دَ اُمّتِ محمدیﷺ ده چې دَ هر قسم افراط وتفریط اؤ کجرویٔ نه جُدا دَ انصاف اؤ صداقت پهٔ لار روانه ده اؤ نور خلق هم ورته رابلی۔ دَ دې نه وروستو بیا دَ مخالفینو اؤ مکذبینو بیان دے۔
وَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَۚۖ۝۱۸۲
اؤ چا چې دروغ ووې زمونږ آیتونو ته ، مونږ به هغوی ورو ورو راګېروؤ پهٔ داسې طریقه چې خبر به هم نهٔ شی۔
وَ اُمْلِیْ لَهُمْ١۫ؕ اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ۝۱۸۳
زهٔ هغوی ته مهلت ورکوم ۔ بېشکه زما تدبیر ډېر مضبوط دے۔ ف۲۱۳
ف۲۱۳: تکذیب کؤنکیو مجرمانو ته ډېر ځله فورًا سزا نهٔ شی ورکؤلے بلکې پهٔ دنیا کښې ورته دَ فراخیٔ اؤ عېش دروازې پرانستې شی۔ تر دې چې دَ الله دَ عذاب نه بې فکره شی اؤ پهٔ ګناهونو کښې ښهٔ ډوب شی۔ دغه شان دوی ځان دَ کاملې سزا حقدار کړی۔ دغه دَ الله پاک مهلت ورکؤل دی اؤ دا احمقان دا خیال کوی چې الله پهٔ مونږ مهربانه دے اؤ پهٔ حقیقت کښې ېٔ هغه سخت عذاب اؤ آخری سزا ته تیاروی۔ دَ الله پاک پټ تدبیر دَ دې نه تعبیر شوے دے چې داسې کار کوی چې پهٔ ظاهره مهربانی ښکاری اؤ پهٔ اصل کښې قهر دے۔ بېشکه دَ الله تدبیر مضبوط اؤ پوخ دے چې دَ هغې جواب نهٔ شی کېدے۔
اَوَ لَمْ یَتَفَكَّرُوْا١ٚ مَا بِصَاحِبِهِمْ مِّنْ جِنَّةٍ١ؕ اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ۝۱۸۴
آیا دوی فکر نهٔ دے کړے چې دَ دوی ملګری کښې هېڅ لېونتوب نشته۔ هغه خو ښکاره ویرؤنکے دے۔
اَوَ لَمْ یَنْظُرُوْا فِیْ مَلَكُوْتِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ١ۙ وَّ اَنْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَدِ اقْتَرَبَ اَجَلُهُمْ١ۚ فَبِاَیِّ حَدِیْثٍۭ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ۝۱۸۵
آیا دوی نهٔ دی کتلی بادشاهیٔ ته دَ آسمانونو اؤ زمکې۔ اؤ څهٔ څیزونه چې الله پیدا کړی دی اؤ دې خبرې ته چې نژدے راغلے وی دَ دوی نېټه۔ ف۲۱۴ نو دَ دې نه پس به دوی پهٔ څهٔ خبره ایمان راؤړی۔ ف۲۱۵
ف۲۱۴: آخر دَ الله آیتونو ته دروغ وئیلو اؤ دَ خپل انجام نه غافل کېدو سبب څهٔ دے(نعوذ بالله) دَ دې آیتونو راؤړونکے نهٔ بې عقله دے اؤ نهٔ لیونے دے چې دوی پرې اعتبار نهٔ کوی۔ ټول عمر ېٔ دَ دوی سره تېر کړے دے اؤ ټول ژوند ېٔ دوی ته معلوم دے۔ دَ هغهٔ دَ هوښیارتیا ، ایمانداریٔ اؤ رښتونولیٔ نه ښهٔ خبر دی۔ نو هغه خپله هم دَ هر قسم نه دَ اعتماد قابل دے اؤ دَ چا پېغام چې ېٔ راؤړے دے هغه هم دَ ټول جهان خود مختاره بادشاه اؤ دَ هر څیز پیدا کؤنکے دے، دَ هغهٔ دَ حکومت انتظام ډېر مضبوط اؤ محکم دے۔ هر لوئے اؤ وړوکے څیز کوم چې هغهٔ پیدا کړی دی تاسو پهٔ دې کښې غور وکړیٔ نو دا تکوینی آیتونه به دَ تنزیلی آیتونو تصدیق وکړی بیا دَ الله دَ آیتونو پهٔ منلو کښې تاسو ته څهٔ عذر کېدے شی۔ دوی ته پهٔ دې فکر پکار دے شاید چې دَ دوی دَ مرګ نېټه نژدے وی نو دَ مرګ نه پس حالاتو دپاره ورته دَ وخته تیارے پکار دے۔
ف۲۱۵: یعنی کهٔ دوی دَ قرآن پهٔ آیتونو ایمان نهٔ راؤړی نو پهٔ دنیا کښې بل کوم څیز اؤ کوم کلام داسې دے چې دوی به پرې ایمان راؤړی، نو پوهه شیٔ چې دَ دې بد قسمتو پهٔ نصیب کښې ایمان نشته۔
مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَا هَادِیَ لَهٗ١ؕ وَ یَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ۝۱۸۶
څوک چې الله ګمراه کړی هغهٔ ته هېڅ څوک لار نهٔ شی ښودلے۔ اؤ الله پرېږدی دوی چې پهٔ شرارت کښې سرګردانه وی۔ ف۲۱۶
ف۲۱۶: هدایت اؤ ګمراهی هر څهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دی کهٔ دَ هغهٔ خوښه نهٔ وی نو دَ هدایت ټول اسباب موجود وی اؤ بنده ترې فائده نهٔ شی اخستے۔ هاؤ عادت دا دے چې الله پاک هدایت هغه چا ته ورکوی څوک چې پهٔ خپل اختیار دَ هدایت حاصلؤلو کوشش کوی اؤ څوک چې سره دَ پوهې دَ بدیٔ پهٔ لار وی الله پاک ورته هم دَ هدایت توفیق ورکوی۔
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا١ؕ قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ١ۚ لَا یُجَلِّیْهَا لِوَقْتِهَاۤ اِلَّا هُوَ١ؔۘؕ ثَقُلَتْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ لَا تَاْتِیْكُمْ اِلَّا بَغْتَةً١ؕ یَسْـَٔلُوْنَكَ كَاَنَّكَ حَفِیٌّ عَنْهَا١ؕ قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۱۸۷
ستا نه تپوس کوی دَ قیامت ، چې کله دے دَ هغې دَ راتلو وخت۔ ورته ووایه دَ دې پوره علم خو یواځې زما رب سره دے۔ هم هغه به ېٔ پهٔ خپل وخت څرګندوی۔ دا درنه خبره ده پهٔ آسمانونو کښې اؤ پهٔ زمکه کښې، کله چې به پهٔ تاسو راځی بې خبریٔ کښې به راځی۔ ف۲۱۷ ستا نه داسې تپوس کوی لکه چې تهٔ هم دَ هغې پهٔ تلاش کښې وې۔ ورته ووایه چې بس دَ هغې علم یواځې دَ الله سره دے۔ لېکن اکثر خلق نهٔ پوهیږی ف۲۱۸
ف۲۱۷: وړومبے عَسٰۤی اَنْ یَّکُوْنَ قَدِاقْتَرَبَ اَجَلُہُمْ کښې دَ خاص قوم دَ اجل نژدے کېدو ذکر وهٔ چې څهٔ معلوم نهٔ دے چې کله به وی شاید چې قریب وی۔ دلته دَ تمام جهان دَ اجل بیان دے اؤ پهٔ دې تنبیه ده چې هر کله چې دَ یو بنده دَ مرګ نېټه چا ته نهٔ ده معلومه نو دَ ټولې دنیا دَ ختمېدو نېټه څوک ښیٔلې شی۔ دا نېټه سوا دَ عالم الغیب ذات الله تعالیٰ نه بل هېچا ته نهٔ ده معلومه ، هم هغه خبر دے چې دا به کله وی، خو پهٔ خپل مقرر وخت به راشی اؤ دا به پهٔ آسمان اؤ زمکه کښې یو درنه واقعه وی۔ دَ دې صحیح تاریخ الله پاک هېچا ته نهٔ دے ښیٔلے۔ البته دَ هغې دَ نژدے کېدو څهٔ علامې پېغمبرانو ته اؤ خاص حضور اکرمﷺ ته ښیٔلے شوی دی۔ بیا هم دَ دې علامو ښکاره کېدو نه پس هم کله چې قیامت واقع کیږی نو ناڅاپی به راځی اؤ یکدم به وی لکه چې دَ بخاری شریف پهٔ احادیثو کښې پهٔ تفصیل سره بیان شوی دی۔
ف۲۱۸: یعنی دَ دې خلقو دَ تپوسونو نه داسې معلومیږی لکه چې دَ دوی دا خیال وی چې حضور اکرمﷺ به هم دَ دې خبرې تپوسونه اؤ تحقیق کړے وی اؤ دَ دې صحیح تاریخ به ېٔ معلوم کړے وی۔ حالانکې دا علم الله تعالیٰ سره خاص دے۔ اؤ نبیانؑ دَ داسې خبرو تپوسونه نهٔ کوی دَ کومو متعلق چې دَ الله پاک رضا دَ ښکاره کؤلو نهٔ وی۔ اؤ نهٔ دا دَ هغوی پهٔ اختیار کښې ده چې پهٔ خپل کوشش هره خبره معلومه کړی۔ دَ نبیانوؑ منصب دا دے چې کوم بې شمېره علوم اؤ کمالات الله پاک هغوی ته ورکړی دی هغه ېٔ ډېر پهٔ شکر ګذاریٔ اؤ قدردانیٔ سره قبول کړی دی۔ لېکن عوام پهٔ دې خبرو څهٔ پوهیږی۔
قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِیْ نَفْعًا وَّ لَا ضَرًّا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ١ؕ وَ لَوْ كُنْتُ اَعْلَمُ الْغَیْبَ لَا سْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَیْرِ١ۛۖۚ وَ مَا مَسَّنِیَ السُّوْٓءُ١ۛۚ اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ وَّ بَشِیْرٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۠۝۱۸۸
ورته ووایه زهٔ مالک نهٔ یم دَ خپل ځان دَ نفعې اؤ نهٔ دَ زیان ، مګر څهٔ چې دَ الله خوښه وی۔ اؤ کهٔ ما ته دَ غیبو علم وې نو ډېرې زیاتې فائدې به مې ځان ته راغونډې کړے وې۔ اؤ ما ته به هېڅ تکلیف نهٔ رسېدو ف۲۱۹ زهٔ خو بس ویرؤنکے اؤ خوشخبری ورکؤنکے یم ایماندارو ته۔
ف۲۱۹: پهٔ دې آیت کښې ښیٔلی شوی دی چې یو بنده کهٔ هر څومره دَ لوئے مرتبې خاوند اؤ الله پاک ته ډېر ګران وی هغه خپله څهٔ مستقل اختیار اؤ قدرت یا کامل علم نهٔ لری۔ سید الانبیاءﷺ چې دَ وړومبو وروستو ټولو علمونو امین وهٔ هغهٔ ته هم دا حکم دے چې اعلان وکړه اؤ پهٔ څرګنده ووایه چې بل چا ته خو څهٔ چې زهٔ خپل ځان ته هم څهٔ نفع یا نقصان پهٔ خپل اختیار نهٔ شم رسؤلے۔ دَ خپلې نفع اؤ نقصان نه هم نهٔ یم خبر۔ مګر څومره قدرې علم چې الله پاک راکوی هم پهٔ هغې قادر اؤ دَ هغې نه خبر یم۔ کهٔ ما ته دَ غېبو هره خبره معلومه وې نو ځان ته به مې ډېرې ښېګرې راجمع کړے وې اؤ پهٔ هر کار کښې به کامیاب ووم اؤ هېچرې به راته څهٔ تکلیف نهٔ رارسېدو۔ مثلًا (دَ افک) پهٔ واقعه کښې څومره ورځې حضور اکرمﷺ سخت پرېشان وهٔ ، تر څو چې دَ وحې پهٔ ذریعه خبر نهٔ وهٔ راغلے (کهٔ دَ وخته پهٔ هر څهٔ خبر وې نو ولې به دومره پرېشان کېدو) دَ حج وداع پهٔ موقع خو ېٔ صفا فرمائیلی وو لَوْ اِسْتَقْبَلْتُ مِنْ اَمْرِیْ مَا اِسْتَدْبَرْتُ لَمَا سُقْتُ الْهُدْیَ (کهٔ ما ته اول نه دا حالت معلوم وې نو هرګز به مې دَ قربانیٔ څاروے مخکښې نهٔ وهٔ استؤلے) اؤ دغه شان ډېرې واقعې دی چې دَ هغې نه بچ کېدل دَ کامل علم پهٔ وجه اسان وهٔ۔ دَ دې ټولو نه عجیبه واقعه دا ده چې دَ حدیثِ جبریلؑ پهٔ ځنو روایتونو کښې حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی چې دا وړومبے ځل دے چې ما جبریلؑ دَ واپس کېدو تر وخته ونهٔ پېژندو کله چې هغه لاړو پناه شو نو هله پوهه شوم چې دا خو جبریلؑ وهٔ۔ دَ حدیثونو دَ تصریح مطابق دا واقعه دَ حضور اکرمﷺ دَ آخری عمر وه اؤ پهٔ دې کښې حضور اکرمﷺ دَ قیامت دَ سوال پهٔ ځواب کښې فرمائی: مَا الْمَسْئُوْلُ عَنْهَا بِاَعْلَمَ مَنِ السَّائِلْ (دَ چا نه چې دَ دې خبرې تپوس کیږی یعنی زهٔ دَ تپوس کؤنکی نه زیات خبر نهٔ یم دَ دې پهٔ باره کښې) نو څرګنده شوه چې علمِ محیط پهٔ هر څهٔ باندې کامل علم سوا دَ الله پاک نه بل دَ هېچا نشته اؤ علمِ غیب خو پرېږده چې پهٔ ظاهری لیدونکیو څیزونه هم کهٔ الله پاک چا ته دَ څهٔ څیز علم ورکؤل غواړی نو حاصلېدے شی اؤ کهٔ هغه ونهٔ غواړی نو مونږ دَ محسوساتو ادراک هم نهٔ شو کؤلے (پهٔ ظاهری طاقتونو دَ معلومېدو قابل څیزونو باندې علم هم نهٔ شو راوستې) بهرحال دې آیت کښې صفا وئیلی شوی دی چې مستقل اختیار یا محیط علم دَ نبوت سره ضروری نهٔ دے۔ لکه څنګه چې دَ بعضې جاهلانو خیال دے۔ البته دَ شرعی احکامو علم کوم چې نبیانو سره خاص دے هغه دَ نبیانو سره کامل وی اؤ دَ تکوینیاتو علم څومره چې ورته الله پاک مناسب ګڼلے وی هغه هومره ېٔ ورکړی وی۔ پهٔ دې کښې دَ حضور اکرمﷺ درجه دَ ټولو انبیاؤؑ نه زیاته ده۔ حضور اکرمﷺ ته الله پاک دومره علم اؤ معارف ورکړے وو چې مونږ دَ هغې صحیح اندازه نهٔ شو لګؤلے۔
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِیَسْكُنَ اِلَیْهَا١ۚ فَلَمَّا تَغَشّٰىهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِیْفًا فَمَرَّتْ بِهٖ١ۚ فَلَمَّاۤ اَثْقَلَتْ دَّعَوَا اللّٰهَ رَبَّهُمَا لَىِٕنْ اٰتَیْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ۝۱۸۹
هم هغه دے چې پیدا ېٔ کړیٔ تاسو دَ یو نفس نه ، اؤ هم دَ دې نفس نه ېٔ پیدا کړه دَ هغهٔ جوړه۔ چې دَ هغې سره سکون بیا مومی۔ بیا کله چې هغه نر پهٔ ښځه بیا ور وغوړېدو دَ هغې معمولی شان حمل شو چې هغه ورسره ګرځېدهٔ راګرځېدهٔ۔ بیا کله چې درنه شوه نو دواړو خپل رب ته سوال وکړو ، کهٔ تا مونږ ته راکړو روغ موټ اولاد نو مونږ به ستا ډېر شکر وکړو۔
فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهٗ شُرَكَآءَ فِیْمَاۤ اٰتٰىهُمَا١ۚ فَتَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۝۱۹۰
بیا کله چې ېٔ ورکړو روغ موټ نو دواړو دَ الله سره شریکان جوړ کړل دَ الله پهٔ ورکړی څیزونو کښې، الله ډېر وچت دے دَ هغهٔ څهٔ نهٔ چې دوی ېٔ ورته شریکان کوی۔ ف۲۲۰
ف۲۲۰: الله پاک ټول بنیادم دَ آدمؑ نه پیدا کړی دی۔ اول ېٔ آدمؑ پیدا کړو۔ بیا ېٔ دَ هغهٔ دَ محبّت اؤ سکون دپاره هم دَ هغهٔ نه دَ هغهٔ دپاره جوړه حواء بی بی پیدا کړه۔ اؤ بیا دَ دواړو نه نور بنیادم پیدا شو اؤ دَ بنیادم نسل زیاتېدل شروع شو۔ کله چې سړی اؤ ښځې خپل فطری خواهش پوره کړو۔ دواړه یو ځائې شو نو دَ ښځې حمل شو۔ پهٔ سر سر کښې خو ورته څهٔ تکلیف نهٔ وهٔ۔ پهٔ اسانه پاسېده کښېناسته۔ خو چې خېټه ېٔ غټه شوه درنه شوه نو فکر شو ورسره چې دا څهٔ دی۔ (وړومبے ځل وهٔ پوره اندازه ورته نهٔ وه) نو ښځې خاوند دواړو الله ته زاری شروع کړه چې یا الله کهٔ تا راباندې دا سخته اسانه کړه اؤ روغ جوړ اولاد دې راکړو نو مونږ دواړه اؤ زمونږ اولاد به ستا شکرونه ادا کوی۔ کله چې الله پاک دَ دوی دا سوال قبول کړو اؤ روغ جوړ اولاد ېٔ ورکړو۔ نو بیا دوی دَ الله پاک پهٔ ورکړی څیزونو کښې دَ نورو خلقو برخې شروع کړې مثلًا چا خو دا عقیده جوړه کړه چې دا اولاد ۔ مونږ ته فلانی ژوندی یا مړ مخلوق راکړو۔ دَ چا کهٔ عقیده دا نهٔ وه نو عمل ېٔ داسې شروع کړو چې اولاد ېٔ دَ چا نذر کړو۔ یا ېٔ دَ اولاد نوم داسې کښېښودهٔ چې دَ الله نه سوا دَ بل چا دَ غلامیٔ اندازه ترې لګی لکه عبد العزیٰ یا عبد الشمس وغېره۔ غرض دا چې دَ خپل حقیقی مالک اؤ خالق حق ېٔ دَ عقیدې پهٔ لحاظ یا عملًا یا قولًا بل چا ته ورکړو۔ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې الله پاک دَ شرک دَ هرې خبرې نه بلند دے۔ پهٔ دې آیتونو کښې دا ذِکر دَ حسن بصریؒ دَ قول مطابق خاص دَ آدمؑ اؤ حواء بی بی نهٔ دے بلکې دَ عامو بنیادمو دَ حالت نقشه ده۔ بېشکه دَ تمهید دپاره قصه دَ آدمؑ نه شروع شوے ده لېکن بیا دَ مطلق سړی اؤ ښځې بیان شروع شوے دے۔ اؤ داسې اکثر کیږی چې دَ یو ذات دَ بیان نه دَ هغې جنس تذکره شروع شی لکه دَ لَقَدْ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ وَ جَعَلْنَاهَآ رُجُوْمًا لِّلشَّیٰطِیْن۔کوم ستوری چې دَ آسمان دپاره مصابیح دی پهٔ هغې دَ شیطانانو رجم نهٔ کیږی (هغه خو را جُدا کیږی نه پهٔ خپل ځائې خخ دی) خو دَ ستورو دَ ذکر نه خبره دَ ستورو جنس ته را واؤړېده نو دغه هم ستوری دی پهٔ کومو چې شیطانان ویشتې شی نو دَ هغې ذکر وشو۔ دَ دې تقریر پهٔ بنا دَ فَجَعَلَا لَهٗ شُرَکَاء پهٔ معنیٰ کښې څهٔ اشکال نشته ځکه چې پهٔ دې معنٰی ترېنه دلته آدمؑ اؤ حواؑ مراد نهٔ دی بلکې مطلق نر اؤ ښځه مراد دی۔
اؤ ځنې مفسرینو نه منقول دے چې دا قصه هم دَ حضرت آدمؑ اؤ حواؑ ده۔ وائی چې ابلیس هغوی ته دَ یو بزرګ سړی پهٔ شکل کښې راغلو چې کهٔ الله ځوئے درکړو نو عبد الحارث نوم پرې کېږدیٔ۔ هغوی پهٔ دې راضی شو۔ اؤ چې ځوئے ېٔ وشو نو دا نوم ېٔ پرې کښیښودهٔ۔ حارث دَ شیطان نوم وهٔ۔ فرښتو به ورته دا نوم اخستو۔ دا څرګنده ده چې پهٔ نومونو کښې دَ لفظ لغوی معنیٰ مراد نهٔ وی اؤ کهٔ شی هم نو دَ عبد اضافت حارث ته مطلب دا نهٔ دے چې ګنی دې دې حارث معبود ګڼی۔ عربو کښې اکثر میلمه دوست سړی ته عبد الضیف وئیلے شی۔ دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ګنی هغه دَ میلمه عبادت کوی۔ مطلب دا دے چې دَ میلمه لحاظ ساتی نو دا نهٔ شی وئیلے چې دې نوم کښېښودو کښې واقعی شرک وهٔ کوم چې دَ نبیانو دَ پاکیٔ خلاف دے۔ البته داسې غیر مناسب نوم کښېښؤل چې پهٔ ظاهره ترېنه دَ شرک وهم کیږی هم دَ نبی دَ اوچت شان سره مناسب نهٔ وهٔ۔ دَ قرآن عادت دے چې دَ نبیانو معمولی شان غلطی هم دَ هغوی دَ اوچتې مرتبې پهٔ وجه پهٔ سختو الفاظو بیانیږی۔ دَ حَسَناتُ الْاَبْرَارِ سَیِّئَاتُ الْمُقَرَّبِیْنَ مقولې پهٔ مصداق۔ لکه دَ یونسؑ قیصه کښې راځی فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَیْهِ یا بل ځائې کښې چې راځی حَتّٰی اِذَا اسْتَیْئَسَ الرُّسُلُ وَ ظَنُّوْا اَنَّهُمْ قَدْ کُذِبُوْا الآیة نو بنا پهٔ دې توجیه دلته هم دَ آدمؑ دَ وچتې مرتبې پهٔ لحاظ داسې غیر مناسب نوم کیښولو نه پهٔ شرک سره تعبیر شوے دے۔ دَ زورنې دپاره۔ اؤ ځکه پهٔ لنډو فَقَدْ اَشْرَکَا نهٔ دی وئیلی شوی دومرہ وږد عنوان فَجَعَلَا لَهٗ شُرَکَاء فِیْمَا اٰتَاهُمَا ورکړې شوے دے۔ والله اعلم۔
حافظ ابن کثیرؒ څرګند کړے دے چې دَ عبد الحارث نوم کښېښو والا حدیث پهٔ درے درجې معلول دے۔ باقی نور آثار غالبًا دَ اهلِ کتابو دَ روایاتو نه اخستی شوی دی۔ والله اعلم۔
اَیُشْرِكُوْنَ مَا لَا یَخْلُقُ شَیْـًٔا وَّ هُمْ یُخْلَقُوْنَ٘ۖ۝۱۹۱
آیا دوی شریکوی دَ الله سره داسې څیزونه چې هغوی نشی پیدا کؤلے یو شے هم اؤ هغوی خپله پیدا کړې شوی دی۔ ف۲۲۱
ف۲۲۱: وړومبے دَ یو خاص شرک ذکر وشو بیا دَ هغې پهٔ مناسبت سره دَ بت پرستیٔ تردید شروع شو۔ چې کوم څیزونه چې تاسو پهٔ خپلو لاسونو جوړ کړی دی هغه معبودان څنګه کېدے شی۔
وَ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ لَهُمْ نَصْرًا وَّ لَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ۝۱۹۲
اؤ نهٔ دَ هغوی سره څهٔ مدد کؤلے شی ، اؤ نهٔ دَ خپل ځان سره څهٔ مدد کؤلے شی۔
وَ اِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَتَّبِعُوْكُمْ١ؕ سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ اَدَعَوْتُمُوْهُمْ اَمْ اَنْتُمْ صَامِتُوْنَ۝۱۹۳
اؤ کهٔ تاسو دوی راغواړیٔ نېغې لارې ته نو دوی تاسو پسې نهٔ راځی۔ ستاسو دپاره یو شان ده کهٔ آواز ورته وکړیٔ اؤ کهٔ چپ پاتې شیٔ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ عِبَادٌ اَمْثَالُكُمْ فَادْعُوْهُمْ فَلْیَسْتَجِیْبَوْا لَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۱۹۴
څوک چې تاسو بلیٔ دَ الله نه سوا هغه ټول بندیان دی ستاسو پهٔ شان۔ ښه نو راوېٔ غواړیٔ۔ پکار ده چې قبول کړی ستاسو آواز کهٔ تاسو رښتونی ییٔ۔
اَلَهُمْ اَرْجُلٌ یَّمْشُوْنَ بِهَاۤ١٘ اَمْ لَهُمْ اَیْدٍ یَّبْطِشُوْنَ بِهَاۤ١٘ اَمْ لَهُمْ اَعْیُنٌ یُّبْصِرُوْنَ بِهَاۤ١٘ اَمْ لَهُمْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا١ؕ قُلِ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِیْدُوْنِ فَلَا تُنْظِرُوْنِ۝۱۹۵
آیا دَ هغوی ښپې شته چې ګرځی پرې۔ یا دَ هغوی لاسونه شته چې څهٔ پرې نیسی۔ یا دَ هغوی سترګې شته چې څهٔ پرې وینی یا دَ هغوی غوږونه شته چې څهٔ پرې اوری۔ ورته ووایه تاسو راوبلیٔ خپل شریکان ، بیا زما دَ زیان تدبیر وکړیٔ اؤ ما ته بالکل مهلت مهٔ راکویٔ۔ ف۲۲۲
ف۲۲۲: دَ کومو بتانو نه چې تاسو خدایان جوړ کړی هغه خو ستاسو امداد څهٔ چې خپل حفاظت هم نهٔ شی کؤلے بلکې پهٔ نور مخلوق کښې چې کوم کمالونه دی هغه هم پکښې نشته۔ (الله خو ډېر لوئے دے دَ نور مخلوق سره هم نهٔ شی سمېدے) کهٔ ښپې، لاس، سترګې غوږونه ورته تاسو جوړ کړیٔ خو پهٔ هغو کښې طاقت کوم دے، نهٔ ګرځېدے شی، نهٔ څهٔ نیولے شی ، نهٔ لیدے اورېدے شی۔ کهٔ پهٔ چغو ورته ستاسو مرۍ وشلیږی هم ستاسو آواز نهٔ اوری اؤ چې تاسو پهٔ کومه لار روان ییٔ پهٔ هغې درسره روانېدے نهٔ شی۔ کهٔ تاسو ورته چغې وهیٔ اؤ غلی ولاړ ییٔ هغه ته یو برابر دی۔ نهٔ څهٔ فائده در رسؤلے شی اؤ نهٔ څهٔ نقصان۔ تعجب دے چې کوم څیز پهٔ کمال کښې دَ ستاسو نه هم کم دے دَ هغو نه خدائې څنګه جوړویٔ۔ اؤ کهٔ څوک ېٔ رد کوی نو وائی چې نقصان به درته ورسوی۔ مشرکانو به حضور اکرمﷺ ته وې چې زمونږ بتانو ته بد مهٔ وایه ګنی عذاب به درباندې راولی۔
وَ یُخَوِّفُوْنَکَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِہٖ (سورت زمر، رکوع ۴)
(اؤ دوی تا ویروی دَ الله نه سوا پهٔ نور مخلوق) دَ دې پهٔ ځواب کښې وئیلی شوی دی: قُلِ ادْعُوْا شُرَکَآءَکُمْ۔ تهٔ ورته ووایه چې تاسو خپل خدایان راوبلیٔ اؤ زما خلاف خپلې منصوبې ښې پوره کړیٔ اؤ ما ته یو منټ هم مهلت مهٔ راکویٔ۔
اِنَّ وَلِیَِّۧ اللّٰهُ الَّذِیْ نَزَّلَ الْكِتٰبَ١ۖ٘ وَ هُوَ یَتَوَلَّی الصّٰلِحِیْنَ۝۱۹۶
زما مددګار خو هغه الله دے چې نازل کړے ېٔ دے دا کتاب۔ اؤ هغه مدد کوی دَ نیکانو۔ ف۲۲۳
ف۲۲۳: یعنی کوم الله چې پهٔ ما کتاب نازل کړے دے اؤ دَ نبوت وچته مرتبه ېٔ راکړے ده دَ ټولې دنیا پهٔ مقابله کښې به هغه زما حفاظت کوی ځکه چې هغه دَ خپلو نیکو بندګانو حافظ اؤ ناصر دے۔
وَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَطِیْعَوْنَ نَصْرَكُمْ وَ لَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ۝۱۹۷
اؤ تاسو چې څوک بلیٔ دَ الله نه سوا۔ هغوی نهٔ ستاسو کؤلے شی مدد اؤ نهٔ خپل ځان بچ کؤلے شی۔
وَ اِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَسْمَعُوْا١ؕ وَ تَرٰىهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ وَ هُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ۝۱۹۸
اؤ کهٔ تاسو هغوی رابلیٔ لارې ته۔ نو هېڅ نهٔ اوری ، اؤ تهٔ ېٔ وینې چې تا ته نېغ نېغ ګوری۔ خو دوی هېڅ نهٔ وینی۔ ف۲۲۴
ف۲۲۴: یعنی پهٔ ظاهره خو ېٔ سترګې جوړې دی خو نظر پکښې کوم دے۔
خُذِ الْعَفْوَ وَ اْمُرْ بِالْعُرْفِ وَ اَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَ۝۱۹۹
اؤ عادت جوړ کړه معاف کؤل، اؤ حکم کوه دَ نیکیٔ اؤ مخ ګرځوه دَ جاهلانو نه۔
وَ اِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۲۰۰
اؤ کهٔ راؤپاروی تا دَ شیطان چېړ نو پناه غواړه پهٔ الله سره۔ هم هغه دے اورېدونکے پوهېدونکے۔ ف۲۲۵
ف۲۲۵: دَ خُذِ الْعَفْوَ ګڼې معناګانې شوی دی خو دَ ټولو جاصل دا دے چې دَ سختیٔ اؤ تیز خویٔ نه پرهېز کوه۔ دَ دغې نه مترجمؒ پهٔ معافیٔ خپل عادت کؤلو سره تعبیر کړے دے۔ یعنی نرم خوی ساتل۔ پهٔ تېرو آیتونو کښې چې دَ بُت پرستو کوم تحمیق اؤ تجهیل شوے وهٔ۔ ممکنه وه چې پهٔ هغې ځنو بُت پرستو ته غصه ورغلے وې۔ اؤ حضور اکرمﷺ ته ېٔ دَ خلې نه څهٔ بد الفاظ وتی وې، ځکه حضور اکرمﷺ ته دا هدایت وشو چې معافی خپل عادت کړه۔ نصیحت کوه اؤ دَ جاهلانو سره خلې ګډؤلو نه ځان ساته۔ دَ دوی پهٔ دې حرکتونو هره ورځ غوبل جوړؤلو کښې څهٔ خیر نشته چې وخت راشی پهٔ لږ ساعت کښې به وړومبے وروستے ټول حساب برابر شی۔ دَ ټولو بدل به ترېنه پهٔ یو ځائې واخستې شی۔ کهٔ دَ بشریت پهٔ تقاضا ځنې وخت دَ دوی پهٔ ناشائسته کارونو غصه درشی اؤ شیطان دې پهٔ داسې کار تیاروی کوم چې دې وخت کښې دَ مصلحت نه خلاف دے (یعنی جنګ جګړې ته دې جوړوی) نو تهٔ دَ صبر نه کار واخله اؤ دَ الله نه پناه وغواړه۔ دَ شیطان مکر به درباندې نهٔ چلیږی هغه قادر اؤ غالب ذات چې دَ هر چا خبره اوری اؤ دَ هر چا هر حرکت وینی هغهٔ ستا دَ پاکیٔ اؤ حفاظت ذمه داری اخستې ده هغه به دې ساتی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا اِذَا مَسَّهُمْ طٰٓىِٕفٌ مِّنَ الشَّیْطٰنِ تَذَكَّرُوْا فَاِذَاهُمْ مُّبْصِرُوْنَۚ۝۲۰۱
څوک چې دَ الله نه ویریږی ، کله چې دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې څهٔ خیال راشی دَ شیطان له طرفه رابیدار شی اؤ بیا سمدستی پوهه شی۔
وَ اِخْوَانُهُمْ یَمُدُّوْنَهُمْ فِی الْغَیِّ ثُمَّ لَا یُقْصِرُوْنَ۝۲۰۲
اؤ څوک چې دَ شیطان وروڼه دی، هغه ېٔ راکاږی پهٔ ګمراهیٔ کښې، بیا هغوی هېڅ کمے نهٔ کوی۔ ف۲۲۶
ف۲۲۶: اول یواځې حضور اکرمﷺ ته خطاب وهٔ اوس دَ عامو پرهېزګارو حال بیانیږی یعنی شیطان خو پهٔ هر چا خپل وس کوی۔ پرهېزګار هم ترې خلاص نهٔ دی۔ خو دَ پرهېزګارو حال دا دے چې کله ورته شیطان څهٔ مکر جوړوی نو هغوی غافل نه وی بلکې ژر الله یاد کړی سترګې ېٔ وغړیږی اؤ دَ نیکیٔ بدیٔ دنجام ورته رامخکښې شی نو دَ شیطان دَ جال نه بچ شی۔ باقی هغه خلق کوم چې پرهېزګار نهٔ دی (دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ الله خوف نشته اؤ کوم چې دَ شیطان پهٔ لښکر کښې شامل دی) دَ هغوی حال دا دے چې شیطان ېٔ همېشه ګمراهیٔ ته راکاږی اؤ پهٔ راښکلو کښې ېٔ یوه ذرّه ناراستی نهٔ کوی ، دلته ېٔ دوی هم پوره پوره تابعداری کوی نو دغه شان شیطان دَ دوی سرکشی اؤ غرور زیاتوی۔ بهرحال دَ متّقیانو حال دا دے چې یو ساعت دَ الله دَ یاد نه نهٔ غافل کیږی اؤ کهٔ کله ورته شیطان څهٔ چل جوړوی نو دوی دَ الله نه پناه غواړی۔ کهٔ څوک دَ الله نه غافل شو نو بیا ېٔ شیطان دومره لرې راکاږی چې دَ رجوع الی الله توفیق ېٔ پاتې نهٔ شی۔ (هم دغسې پکښې نور نور ډوبیږی تر دې چې آخره خاتمه ېٔ خرابه شی)
وَ اِذَا لَمْ تَاْتِهِمْ بِاٰیَةٍ قَالُوْا لَوْ لَا اجْتَبَیْتَهَا١ؕ قُلْ اِنَّمَاۤ اَتَّبِعُ مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ مِنْ رَّبِّیْ١ۚ هٰذَا بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ وَ هُدًی وَّ رَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۝۲۰۳
اؤ کله چې تهٔ رانهٔ وړې هغوی ته څهٔ نخښه۔ نو وائې ولې دې رانهٔ وړه پهٔ خوښه دَ خپل ځان نه ورته ووایه زهٔ خو پهٔ هغې پسې ځم څهٔ حکم چې راکړی ما ته زما رب، دا دَ عقل خبرې دی ستاسو دَ رب له طرفه اؤ هدایت اؤ رحمت دَ هغه چا دپاره چې مؤمنان دی۔ ف۲۲۷
ف۲۲۷: کله چې به پهٔ وحې راتلو کښې څهٔ تاخیر وشو نو مشرکانو به حضور اکرمﷺ پورې خندا کؤله چې اوس ولې څهٔ آیت نهٔ جوړوے، آخر دا دومره آیتونه دې جوړ کړی دی (نعوذ بالله) نو اوس هم څهٔ دَ ځان نه جوړ کړه (دَ مشرکانو خو دا عقیده وه چې دَ قرآن آیتونه حضور اکرمﷺ خپله جوړوی) دغه شان کله کله به ېٔ دَ حضور اکرمﷺ نه داسې معجزې غوښتے چې دَ هغې څرګندؤل به دَ الله پاک دَ حکمت دَ مقتضٰی نه خلاف وو۔ نو حضور اکرمﷺ به دَ هغې معجزو دَ څرګندؤلو نه انکار وکړو۔ نو مشرکانو به وې چې ستا خدائې هر څهٔ کؤلے شی نو دا معجزه ترېنه اوس ولې نهٔ غواړې۔ پهٔ دې طریقه به ېٔ حضور اکرمﷺ تنګؤلو۔ دَ دې دواړو ځواب دے قُلْ اِنَّمَا اَتَّبِعُ مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ مِنْ رَّبِّیْ ۔ تهٔ ورته ووایه چې دَ نبی کار دا نهٔ دے چې دَ ځان نه څهٔ خبرې پهٔ الله جوړې کړی۔ یا ترېنه دَ خلقو پهٔ وینا څهٔ شے وغواړی۔ داسې شے چې دَ هغې ورکؤل دَ الله دَ حکمت نه خلاف وی یا الله پاک دَ هغې دَ غوښتو اجازت نهٔ وی ورکړے۔ دَ نبی کار خو دا دے چې دَ الله پاک دَ طرف نه ورته څهٔ پیغام راشی پهٔ هغې عمل وکړی اؤ نورو ته ېٔ ورسوی۔ اؤ تاسو چې زما نه معجزې غواړیٔ نو دَ قرآن دَ آیتونو نه زیاته غټه معجزه بله کومه ده۔ داسې آیتونه چې دَ ټولې دنیا دپاره پکښې نصیحت اؤ بصیرت افروز حقائقو ذخیره ده اؤ دَ علم اؤ هدایت دَ بېش قیمته خزانو ډک دی۔ نو تاسو دا معجزه کله ومنله چې نورې غواړیٔ۔
وَ اِذَا قُرِئَ الْقُرْاٰنُ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ وَ اَنْصِتُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ۝۲۰۴
اؤ کله چې لوستے شی قرآن نو هغې ته غوږ کېږدیٔ اؤ چپ وسیٔ چې پهٔ تاسو رحم وشی۔ ف۲۲۸
ف۲۲۸: نو دَ دې آیتونو حق دا دے چې اورېدونکی ېٔ پهٔ فکر اؤ پهٔ خاموشیٔ سره واؤری اؤ دَ دې هدایات قبول کړی اؤ عمل پرې وکړی چې دَ الله پاک دَ رحمت اؤ مهربانیٔ حقدار شی۔ کهٔ کافر پهٔ خاموشیٔ اؤ فکر سره دَ قرآن آیتونه واؤری نو ډېره ممکنه ده چې الله پاک دَ ایمان توفیق ورکړی اؤ دَ هغهٔ دَ رحم و کرم حقدار شی۔ اؤ کهٔ مسلمان ېٔ پهٔ غور اؤ خاموشیٔ سره واؤری نو الله پاک دَ عمل توفیق ورکړی اؤ بزرګ اؤ ولی شی۔ کهٔ نور هېڅ هم نهٔ وی نو دَ قرآن اورېدو ثواب خو به ېٔ وشی۔ دَ دې آیت نه عالمانو دا مسٔله اخستې ده چې پهٔ جهری نمونځونو کښې چې امام قرأت کوی نو مقتدی دې غلے ولاړ وی پهٔ غور سره دې قرأت اوری څنګه چې دَ ابو موسٰی اشعریؓ اؤ ابوهریرهؓ پهٔ حدیثونو کښې راځی چې حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی: اِذَا قُرِئَ الْقُرْاٰنُ فَاَنْصِتُوْا چې پهٔ نمانځهٔ کښې امام قرأت وائی نو تاسو چپ ودرېږیٔ دلته دَ دې مسٔلې دَ پوره تفصیل ګنجائش نشته۔ دَ صحیح مسلم پهٔ شرح (فتح الملهم) کښې مونږ پهٔ تفصیل سره ټول دلائل بیان کړی دی۔
وَ اذْكُرْ رَّبَّكَ فِیْ نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَّ خِیْفَةً وَّ دُوْنَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَ الْاٰصَالِ وَ لَا تَكُنْ مِّنَ الْغٰفِلِیْنَ۝۲۰۵
اؤ یاد لره خپل رب پهٔ زړهٔ کښې پهٔ زارۍ اؤ پهٔ ویره پهٔ داسې آواز چې پهٔ زوره آواز نه کم وی دَ سحر پهٔ وخت ف۲۲۹ اؤ دَ ماښام پهٔ وخت اؤ مهٔ وسه بې خبره۔
ف۲۲۹: غټ ذکر خو قرآن کریم دے۔ دَ هغې ادب بیان شو۔ اوس دَ عام ذکر الله ادب بیانیږی۔ یعنی دَ ذکر الله اصل روح دا دے چې بنده څهٔ پهٔ خلهٔ وائی پهٔ زړهٔ کښې پهٔ هغې غور و فکر وکړی چې زړهٔ اؤ ژبه دواړه پهٔ ذکر کښې مشغول وی اؤ دَ ذکر پوره پوره فائده حاصله کړی۔ دَ ذکر پهٔ وخت زړهٔ کښې رِقَّتْ اؤ دَ الله خوف اؤ دَ هغهٔ پوره مینه پکار ده۔ لکه چې ویرېدونکے خوشامدګر دَ چا نه څهٔ غواړی۔ دَ ذکر کؤنکی پهٔ آواز اؤ پهٔ لهجه کښې دَ خوف ، زاریٔ اؤ هیبت رنګ څرګند ظاهرېدل پکار دی۔ دَ مذکور دَ عظمت اؤ جلال پهٔ وجه دَ ذاکر اواز ټیټ اؤ غلے کېدل یو فطری شے دے دَ وَ خشَعَتِ الْاَصْوَاتُ لِلرَّحْمٰنِ فَلَا تَسْمَعُ اِلَّا هَمْسَا (اؤ دَ الله پهٔ مخکښې آوازونه غلی شو نو تهٔ به نهٔ اورې بې دَ پس پس نه) ځکه ډېر پهٔ زوره ذکر کؤل منع دی پهٔ غلی آواز څرګند یا پټ چې څوک ذکر کوی (نو الله به دَ هغهٔ ذکر کوی) (فَاذْکُرُوْنِیْ اَذْکُرْکُمْ) دَ دې نه زیات یو عاشق نور څهٔ غواړی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَ یُسَبِّحُوْنَهٗ وَ لَهٗ یَسْجُدُوْنَ۠۩۝۲۰۶
بېشکه څوک چې ستا دَ رب سره دی ، هغوی لوئی نه کوی دَ هغهٔ دَ عبادت نه اؤ دَ هغهٔ پاکی بیانوی اؤ هغهٔ ته سجده کوی۔ ف۲۳۰
ف۲۳۰: یعنی شپهٔ اؤ ورځ خاص بیا دَ سحر اؤ نماښام پهٔ وخت کښې دَ الله دَ ذکر نه غفلت مهٔ کویٔ۔ هر کله چې مقرّبې فرښتې هم شپهٔ ورځ دَ هغهٔ پهٔ ذکر اؤ عبادت کښې مشغولې وی اؤ هم هغهٔ ته پهٔ سجده پرتې وی۔ نو بنیادم ته پکار دی چې هېڅ وخت کښې دَ ذکر نه نهٔ غافل کیږی۔ چنانچې دَ دې آیت پهٔ لوستو یا اورېدو هم سجده کؤل ضروری دی۔
سُوْرَۃُ الْاِنْفَالِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمْسٌ وَّ سَبْعُوْنَ اٰیَۃٌ وَّ عَشَرَ رُکُوْعَات
سورة الانفال ف۱ مدینه منوره کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې پنځهٔ اویا (۷۵) آیتونه اؤ لس رکوعات دی۔
ف۱: دا سورت مدنی دے۔ دَ بدر دَ عزا نه پس نازل شوے دے۔ دَ مکّې معظّمې پهٔ دیارلس کاله ژوند کښې چې مشرکانو پهٔ مسلمانانو کومې سختیٔ اؤ ظلمونه کړی وو اؤ مسلمانانو پرې کوم صبر اؤ استقامت خالص دَ الله دَ رضا دپاره پهٔ ډېره خوښیٔ زغملے وهٔ۔ دَ دنیا پهٔ تاریخ کښې دَ دې بې نظیره استقامت مثال نهٔ شی موندې۔ قریشو اؤ دَ هغو ملګریو پهٔ مسلمانانو دَ ظلم هېڅ کمې نهٔ وهٔ کړے۔ لېکن مسلمانانو ته دَ صبر حکم وهٔ۔ اؤ دَ مقابلې اجازت ورته نهٔ وهٔ۔ دَ صبر دَ امتحان دا آخری درجه وه چې مسلمانانو خپل خوږ اؤ پاک وطن خپل خپلوان ، مال دولت هر څهٔ خالص دَ الله دَ رضا دپاره پرېښؤل اؤ دَ الله پهٔ لار کښې ېٔ هجرت وکړو۔ هر کله چې دَ مشرکانو ظلم اؤ کبر غرور دَ حد نه زیات شو اؤ دَ مسلمانانو مظلومیت انتها ته ورسېدو اؤ دَ مسلمانانو زړونه دَ وطن ، مال دولت، خپلو خپلوانو دَ محبّت نه پاک شو۔ خالص دَ الله اؤ رسولﷺ دَ محبّت اؤ دَ توحید دَ دولت نه ډک شو چې دَ غیر الله دَ محبّت ځائې پکښې پاتې نه شو نو بیا هغه مظلومانو ته چې دیارلس کاله ېٔ ظلمونه برداشت کړی وو اؤ دَ هجرت نه پس ېٔ هم پهٔ ارام نهٔ پرېښؤل۔ الله پاک دَ مقابلې کؤلو اؤ بدل اخستو اجازت ورکړو۔ فرمائیلی شوی دی اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّهُمْ ظُلِمُوْا١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی نَصْرِهِمْ لَقَدِیْرُۙاِ۟لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ١ؕ (الحج ، رکوع۶) (اجازت ورکړې شو هغه خلقو ته چې کافرو ورسره جنګ کؤلو ځکه چې پهٔ هغوی ظلم شوے دے اؤ بېشکه الله دَ دوی پهٔ مدد کؤلو قادر دے هغه خلق چې راویستی شوی دی دَ خپلو کورونو نه اؤ څهٔ دعویٰ پرې نهٔ وه بې دَ دې نه چې هغوی وې چې زمونږ رب الله دے) دَ مکّې معظّمې دَ احترام پهٔ وجه اول مسلمانانو پهٔ مکّه معظّمه حمله نهٔ شوه کؤلے نو دَ هجرت نه پس تقریبًا یو نیم کال پورې پروګرام دا وهٔ چې دَ قریشو تجارتی قافلې کومې چې شام اؤ یمن ته ځی دَ دې لار بنده کړې شی چې دَ مشرکانو اقتصادی حالت کمزورے شی اؤ دَ مسلمانانو اقتصادی حالت بهتر شی۔ دَ هجرت پهٔ وړومبی کال دَ ابوؔاء ، بواط اؤ عشیر واړهٔ واړهٔ جنګونه دَ کومو تفصیل چې دَ احادیثو پهٔ کتابونو کښې موجود دے پهٔ دغه سلسله کښې واقع شوی وو۔ پهٔ سن ۲ هجری کښې حضور اکرمﷺ ته معلومه شوه چې یوه لویه تجارتی قافله دَ ابوسفیان پهٔ مشریٔ کښې شام ته لاړه دَ هغې سره شپېتهٔ (۶۰) ځوانان، دَ قریشو یو زر(۱۰۰۰) اوښان دَ سامان دپاره اؤ دَ پنځو زرو(۵۰۰۰) اشرفو مال وهٔ۔ دا قافله چې دَ شام نه بیا واپس مکّې معظّمې ته راتله نو دَ صحیح مسلم دَ یو روایت مطابق حضور اکرمﷺ دَ اصحابو سره صلاح وکړه چې دې قافلې ته لار ونیوې شی کهٔ نه۔ دَ طبؔری دَ بیان مطابق ډېر خلق پهٔ دې مهم کښې شریک نهٔ شو ځکه چې دَ څهٔ خاص جنګ خطره نهٔ وه۔ دَ قافلې سره حفاظتی کسان لږ وو نو دَ خاص اهتمام ضرورت نهٔ وهٔ۔ بله خبره دا هم وه چې دَ انصارو دَ حضور اکرمﷺ سره دَ امداد اؤ ملګرتیا معاهده دا وه چې کهٔ کفّار پهٔ مدینه حمله کوی پهٔ مسلمانانو نو انصار به دَ مسلمانانو ملګرتیا کوی۔ دَ حملې پهٔ اقدام کښې دَ امداد معاهده نهٔ وه شوے ځکه پکښې دَ انصارو دَ شاملېدو ډېر شوق نهٔ وهٔ۔ دې حالت ته چې ېٔ وکتل نو ابوبکرؓ اؤ عمرؓ اؤ دَ انصارو سردار سعد بن عبادهؓ زوردار تقریرونه وکړل۔ آخر حضور اکرمﷺ دَ دریو سوو (۳۰۰) نه لږ زیات کسانو سره دَ قافلې مخې ته ووتو۔ مقابله سخته نهٔ ښکارېده نو دَ ګڼې زیاتؤلو اؤ دَ وسلې اخستو هم داسې خاص خیال نهٔ وهٔ ساتلے شوے خو چې پهٔ هغه وخت کښې څهٔ کسان جمع شو اؤ څهٔ وسله تیاره پهٔ لاس ورغله هم هغې سره روان شو۔
ځکه چې بخاری شریف کښې دَ حضرت کعب بن مالکؓ روایت دے چې کوم خلق دَ بدر پهٔ غزا کښې نهٔ دی شریک شوی پهٔ هغوی څهٔ عتاب نهٔ دے نازل شوے۔ ځکه چې حضور اکرمﷺ صرف قافلې ته لار نیؤلو پهٔ خیال وتې وهٔ۔ خو الله پاک اتفاقی سم جنګ برابر کړو۔ ابوسفیان دَ مسلمانانو دَ نیت نه خبر شو اؤ یو تیز رفتار قاصد ېٔ مکّې معظّمې ته واستؤلو۔ دَ هغه ځائې نه دَ یو زر(۱۰۰۰) کسانو لښکر دَ قافلې دَ حفاظت دپاره فورًا راروان شو چې پکښې دَ قریشو ټول غټ غټ سرداران شریک وو اؤ دَ جنګ پهٔ سازو سامان ښهٔ پوره وو۔ دَ مسلمانانو لښکر دَ صفؔراء مقام سره وهٔ چې خبر شو چې دَ مکّې بهترین فوج دَ قافلې حفاظت ته راروان دے۔ دَ دې ناساپی صورتِ حال متعلق حضورﷺ دَ خپلو ملګریو سره صلاح وکړه چې دوه خبرې دی یو تجارتی قافله ده اؤ یو دَ مشرکانو لښکر دے اؤ دَ الله تعالیٰ وعده ده چې دې دوؤ کښې به پهٔ یو باندې تاسو ته غلبه درکوی۔ نو ستاسو دَ کوم یو مقابله خوښه ده۔ دَ هغوی سره خو دَ جنګ پوره ساز و سامان نهٔ وهٔ نو ځنو کسانو دا خوښه کړه چې دَ قافلې مخې ته ځو خو حضور اکرمﷺ پهٔ دې باندې خوشحال نهٔ وهٔ نو حضرت صدیق اکبرؓ ، حضرت عمرؓ اؤ حضرت مقدادؓ بن الاسودؓ زوردار تقریرونه وکړل اؤ دې کسانو ته ېٔ ځوابونه ورکړل۔ پهٔ آخر کښې حضرت سعد بن معاذؓ پهٔ تقریر دا فیصله وشوه چې دَ فوج مقابلې ته ځو۔ چنانچې دَ بدر پهٔ مقام دواړه ډلې وجنګېدې اؤ الله پاک مسلمانانو ته بې مثاله کامیابی ورکړه۔ دَ مشرکانو اویا(۷۰) غټ غټ سرداران قتل شو اؤ هم دغه هومره قید شو اؤ زور ېٔ ختم شو۔ پهٔ دې سورت کښې دَ دې غزا اکثر واقعات ځائې پهٔ ځائې بیان شوی دی۔ دَ کومو خلقو چې دا خیال وهٔ چې حضور اکرمﷺ دَ وخته دَ فوج دَ مقابلې پهٔ نیت راوتے وهٔ کوم چې پهٔ مدینه دَ حملې پهٔ نیت راروان وهٔ۔ اؤ حضور وکرمﷺ چرې هم دَ قافلې دَ لارې نیوو نیت نهٔ وهٔ کړے۔ دا خلق پهٔ اصل کښې دَ یو خپل جوړ کړی اصولو دپاره دَ احادیثو ټوله ذخیره اؤ دَ قرآن دَ آیتونو اشارې شا ته غورزوی۔ زمونږ پهٔ عقل کښې دا نهٔ راځی چې هغه محاربین کفار دَ چا دَ لاسه چې دَ مسلمانانو سرونو اؤ مالونو ته نقصان رسېدلے وهٔ اؤ آئنده دپاره ترېنه هم هر وخت خطره وه۔ دا کوم اصول دی چې دَ دغه کفّارو سرونه پرېکؤل خو جائز نهٔ دی لېکن هغوی ته مالی نقصان رسؤل دَ تهذیب نه خلاف وی یعنی دَ کفر اؤ ګمراهیٔ پهٔ وجه دَ هغوی سر خو محفوظ نهٔ دے خو دَ هغوی مالونه دې محفوظ وی۔ یعنی دَ ژوند دَ حق نه خؤ کهٔ محروم شی خیر دے خو دَ ژوند دَ سامان نه محروم کؤل جائز نهٔ دی۔ دا یو ډېره عجیبه خبره ده۔ اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ۔
باقی دا خبره چې تر څو پهٔ مسلمانانو حمله نهٔ وی شوے مسلمانانو ته حمله کښې وړومبے کیدل جائز نهٔ دی ځکه چې دا دَ قَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللہِ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَکُمْ دَ حکم نه خلاف کار دے۔ نو علاوه دَ دې نه چې دَ دې مسٔلې دې واقعې سره څهٔ تعلق نشته ځکه چې مشرکانو څو ځله دې نه مخکښې پهٔ مسلمانانو حملې کړے وې اؤ دَ بیا حملو ېٔ هم دهمکیانې ورکؤلے۔ بلکې دې وخت کښې ېٔ هم دَ حملې دپاره سازشونه اؤ خط و کتابت جاری وهٔ۔ دا خبره صحیح هم نهٔ وه ځکه چې دا آیت دَ هجرت پهٔ وړومبیو ورځو کښې نازل شوے وهٔ۔ دَ دې نه وروستو دَ مطلقِ قتال حکم نازل شوے دے۔ بیا دا غور هم پکار دے چې دَ دې وینا نه چې دَ حمله کؤنکیو مدافعت کویٔ دا نهٔ لازمیږی چې خپله حمله مهٔ کویٔ پهٔ هېڅ حال کښې هم۔
(علامه عثمانی فرمائی) دَ دې مسٔلې پوره تفصیل مولوی محمّد یحیٰی صاحب پهٔ خپل کتاب ”الجهاد الکبیر“ کښې بیان کړے دے اؤ ما هم څهٔ مختصر غوندې بحث پهٔ خپل کتاب ”الشهاب“ کښې کړے دے اؤ دلته به هم موقع پهٔ موقع پهٔ فوائدو کښې لیکلے شی۔ ان شاء الله۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربان ډېر رحم کؤنکے دے۔
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَنْفَالِ١ؕ قُلِ الْاَنْفَالُ لِلّٰهِ وَ الرَّسُوْلِ١ۚ فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَصْلِحُوْا ذَاتَ بَیْنِكُمْ١۪ وَ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۱
ستا نه تپوس کوی دَ غنیمت دَ حکم۔ ورته ووایه چې مالِ غنیمت دَ الله اؤ دَ رسول دے۔ نو ویره کویٔ دَ الله نه اؤ صلح کویٔ پهٔ خپلو کښې۔ اؤ حکم منیٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول کهٔ تاسو ایماندار ییٔ۔
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَ جِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَ اِذَا تُلِیَتْ عَلَیْهِمْ اٰیٰتُهٗ زَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّ عَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَۚۖ۝۲
ایماندار هم هغه دی۔ چې کله دَ الله نوم واخستے شی ، نو ویریږی دَ هغوی زړونه۔ اؤ کله چې ولوستے شی هغوی ته دَ الله کلام۔ نو زیات شی دَ هغوی ایمان، اؤ هغوی پهٔ خپل رب اعتماد کوی۔
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَؕ۝۳
هغه خلق چې قائم لری نمونځونه ، اؤ مونږ چې کوم رزق ورکړے دے دَ هغې نه خرڅ کوی۔
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ حَقًّا١ؕ لَهُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ مَغْفِرَةٌ وَّ رِزْقٌ كَرِیْمٌۚ۝۴
هم دغه رښتونی ایماندار دی۔ دَ دوی دپاره مرتبې دی دَ خپل رب سره اؤ معافی ده اؤ دَ عزّت روزی ده۔ ف۲
ف۲: دَ بدر پهٔ غزا کښې چې مسلمانانو ته کوم مالِ غنیمت پهٔ لاس ورغلے وهٔ دَ هغې دَ تقسیم پهٔ باره کښې اصحابو کښې اختلاف وهٔ۔ کوم ځوانان چې پهٔ مخکښې صفونو کښې جنګیدلی وو دا هغوی خپل حق ګڼلو اؤ مشران کوم چې وروستو وو هغوې وې چې زمونږ پهٔ طاقت تاسو مخکښې صفونو کښې جنګیدلی ییٔ۔ دا زمونږ حق دے۔ پهٔ دې آیت کښې دا څرګنده کړې شوے ده چې فتح صرف دَ الله پهٔ مدد کیږی، دَ چا پهٔ زور طاقت نهٔ کیږی۔ نو دا مال هم دَ الله دے اؤ پېغمبر دَ الله نائب دے نو هغه چې پېغمبر ته څهٔ حکم وکړی هغسې به تقسیم شی۔ دَ دې حکم تفصیل وروستو راځی۔ دَ پوخ مسلمان کار دا دے چې پهٔ هره معامله کښې دَ الله نه ویره کوی۔ اؤ خپلو کښې پهٔ صلح صفائی وسی۔ پهٔ معمولی خبرو جنګونه نهٔ کوی۔ دَ خپل خیال پهٔ مقابله کښې دَ رسولﷺ دَ خبرې تابعداری کوی۔ کله چې پهٔ څهٔ معامله کښې دَ الله نوم ترمینځه شی نو دَ هیبت نه ورپیږی۔ دَ الله احکام چې واؤری نو یقین اؤ ایمان ېٔ نور هم مضبوط شی چې پهٔ هره معامله کښې ېٔ اعتماد صرف دَ الله پهٔ ذات وی هم دَ هغهٔ حکم ته سر ټیټوی۔ اؤ هم دَ هغهٔ پهٔ نوم خپل مال اؤ دولت خرڅ کوی، اؤ صرف دَ هغهٔ عبادت کوی۔ غرض دا چې دَ پوخ مسلمان شان دا دے چې پهٔ عقیده ، عمل اؤ مال هر څهٔ کښې دَ الله دَ رضا خیال ساتی۔ هم دغه خلق پاخهٔ ایماندار دی چې دَ الله سره دَ خپلې درجې مطابق وچتې مرتبې ورکؤلے شی۔ اؤ دَ عزّت روزی به ورکؤلے شی اؤ معمولی غلطیٔ به ورته معاف کؤلے شی۔
كَمَاۤ اَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْۢ بَیْتِكَ بِالْحَقِّ١۪ وَ اِنَّ فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ لَكٰرِهُوْنَۙ۝۵
څنګه چې تهٔ ووېستې خپل رب دَ خپل کور نه دَ حق کار دپاره۔ اؤ یوه ډله دَ ایماندارو راضی نهٔ وه۔
یُجَادِلُوْنَكَ فِی الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَیَّنَ كَاَنَّمَا یُسَاقُوْنَ اِلَی الْمَوْتِ وَ هُمْ یَنْظُرُوْنَؕ۝۶
هغوی تا سره پهٔ حق خبره کښې بحث کؤلو دَ هغې دَ ظاهرېدو نه پس ، ګویا چې دوی شړلی شی مرګ طرف ته ، اؤ دوی ېٔ پهٔ سترګو وینی۔ ف۳
ف۳: تاسو فکر وکړیٔ چې پهٔ دې جنګ کښې څنګه دَ اول نه تر آخره دَ مسلمانانو سره دَ الله پاک امداد اؤ تائید شاملِ حال وهٔ۔ دا هم الله پاک وهٔ چې دَ اسلام دَ امداد پهٔ رښتیا وعده ېٔ خپل نبیﷺ دَ یو امرِ حق یعنی کفّارو سره جهاد دپاره دَ مدینې منوّرې نه راووېستو اؤ دَ بدر میدان ته ېٔ راواستؤلو۔ پهٔ داسې وخت کښې چې دَ مسلمانانو یوه ډله دَ قریشو سره جنګ شروع کؤلو ته تیاره نهٔ وه۔ دې خلقو پهٔ یو داسې خبره کښې سستی اؤ بحث کؤلو کومه چې الله پاک خپل نبیﷺ ته دَ وحې پهٔ ذریعه څرګنده کړے وه۔ چې دا دَ الله دَ طرف نه فیصله شوے خبره ده چې مسلمانان به پهٔ جهاد کښې غالب کیږی۔ دَ ابوجهل دَ لښکر سره هغوی ته مقابله داسې ګرانه ښکارېده لکه څوک چې پهٔ غړېدلو سترګو مرګ ته روان وی۔ بیا هم الله پاک هغوی ته دَ جنګ میدان ته دَ ورتلو توفیق ورکړو اؤ پهٔ خپل قدرت ېٔ غلبه اؤ فتح ورکړه۔ نو څنګه چې دا مهم دَ اول نه تر آخره دَ الله پهٔ امداد سر ته ورسېدلے دے دغسې دغه مالِ غنیمت هم دَ الله دے هغه چې ېٔ پېغمبر ته څنګه دَ لګؤلو حکم ورکوی هغسې ېٔ خرڅ کړیٔ۔
فائده: کَمَا اَخْرَجَکَ۔ کاؔف ما پهٔ خپل تقریر کښې یواځې دَ تشبیهه دپاره نه دې اخستې بلکې دَ ابوحیانؒ دَ قول مطابق دَ تعلیل معنٰی پکښې هم شته لکه وَاذْکُرْہُ کَمَا هَدٰلکُمْ کښې چې عالمانو کاؔف دَ تعلیل دپاره اخستې دے اؤ اَخْرَجَکَ رَبُّکَ الخ آیت ما دَ اَلْاَنْفَالُ لِلہِ وَ الرَّسُوْلِ دپاره علّت اؤ سبب وګرځؤلو نو دَ ابوحیانؒ پهٔ شان (اعزک اللہ) چې پکښې مقدر نهٔ دے منلے۔
اؤ پهٔ تقریر کښې مې دَ صاحبِ روح المعانی دَ تصریح موافق دے ته اشاره کړے ده چې اَخْرَجَکَ الآیه کښې صرف دَ کور نه دَ راوتلو وخت مراد نهٔ دے بلکې دَ کور نه وتلو نه واخلیٔ تر جهاد کښې شریکېدو۔ دا ټول وخت مراد دے چې پکښې وَ اِنَّ فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ لَکٰرِهُوْنَ وغېره ټول حالتونه شامل دی۔
دَ یوې ډلې ناراضی خو دَ راوتو پهٔ وخت کښې څرګنده شوے وه لکه چې مونږ دَ مسلم اؤ طبری پهٔ حواله څرګندې کړی دی۔ پهٔ وړومبیٔ فائده کښې اؤ بیا دَ مجادلې شکل دَ لښکر دَ خبر رسېدو نه پس غالبًا پهٔ مقامِ صفراء کښې پېش شوے دے دَ دې پهٔ پوهېدو به دَ بعضې اهلِ باطلو دَ غلطیٔ بیخ کنی وشی۔
وَ اِذْ یَعِدُكُمُ اللّٰهُ اِحْدَی الطَّآىِٕفَتَیْنِ اَنَّهَا لَكُمْ وَ تَوَدُّوْنَ اَنَّ غَیْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُوْنُ لَكُمْ وَ یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَ یَقْطَعَ دَابِرَ الْكٰفِرِیْنَۙ۝۷
اؤ کله چې تا سره وعده کؤله الله پهٔ دوؤ ډلو کښې به یوه ډله پهٔ ګوتو درځی اؤ تاسو دا غوښته چې کوم کښې ازغے نهٔ وی هغه پهٔ ګوتو درشی۔ اؤ الله دا غوښته چې رښتیا رښتیا کړی پهٔ خپل کلام کښې اؤ پرې کړی دَ کافرو جرړې۔
لِیُحِقَّ الْحَقَّ وَ یُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَ لَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَۚ۝۸
چې رښتیا رښتیا کړی اؤ دروغ دروغ کړی اګرچې ګناهګار خفه دی۔ ف۴
ف۴: دَ ځنو مسلمانانو دا خیال وهٔ چې پهٔ قافله حمله وشی چې بې تکلیفه کار دے اؤ مال به ډېر پهٔ لاس راشی۔ لېکن دَ الله پاک دا رضا وه چې دا لږ غوندې بې سروسامانه لښکر پهٔ ډېر اؤ پهٔ سازوسامان پوره لښکر غالب کړی اؤ خپلې دَ امداد وعدې رښتیا کړی اؤ دَ کافرو زور ختم کړی چې دَ الله وعده پهٔ خیرت انګیز طریقه پوره شی۔ رښتیا ، رښتیا شی اؤ دورغ ، دروغ شی اؤ پته ولګی چې واقعی دَ مسلمانانو سره دَ الله امداد ملګرے دے اؤ هم دغه شان وشوه۔ پهٔ دې جنګ کښې دَ قریشو درے نیمې شلے(۷۰) سرداران قتل شو چې یو پکښې ابوجهل هم وهٔ اؤ هم دغه هومره قید شو۔ دَ مشرکانو ملا ماته شوه اؤ ډېر هیبت پرې پرېوتو۔
اِذْ تَسْتَغِیْثُوْنَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ اَنِّیْ مُمِدُّكُمْ بِاَلْفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُرْدِفِیْنَ۝۹
کله چې تاسو فریاد کؤلو خپل رب ته نو هغهٔ واورېدو ستاسو فریاد چې زهٔ در استؤم ستاسو امداد ته یو زر(۱۰۰۰) فرښتې پرله پسې۔
وَ مَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی وَ لِتَطْمَىِٕنَّ بِهٖ قُلُوْبُكُمْ١ۚ وَ مَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۠۝۱۰
اؤ دا خو الله تشه خوشخبری درکړه چې ستاسو زړونه پهٔ آرام شی ، اؤ امداد نشته مګر دَ الله دَ طرف نه۔ بې شکه الله زبردست دے دَ حکمت خاوند۔ ف۵
ف۵: هم دغسې یو آیت پهٔ سورتِ آل عمران کښې تېر شوے دے دَ لَنْ تَنَالُوا پاره پهٔ اوله ربع کښې دَ هغه ځائې فوائد وګوریٔ۔ البته هلته دَ فرښتو شمار درے زره نه پنځهٔ زره پورې ښیٔلے شوے دے۔ کهٔ دا هم یوه واقعه وی نو کېدے شی چې اول دَ یو زر فرښتو یوه دسته راغلے وی بیا ورپسې نورې نورې راغلی وی ټولې درے یا پنځهٔ زره وی شاید چې دَ ”مُرْدِفِیْنَ“ پهٔ لفظ کښې دې طرف ته اشاره وه (چې دې دستې پسې بله دسته هم شته)
اِذْ یُغَشِّیْكُمُ النُّعَاسَ اَمَنَةً مِّنْهُ وَ یُنَزِّلُ عَلَیْكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً لِّیُطَهِّرَكُمْ بِهٖ وَ یُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّیْطٰنِ وَ لِیَرْبِطَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ وَ یُثَبِّتَ بِهِ الْاَقْدَامَؕ۝۱۱
اؤ کله چې راخور کړو هغهٔ خوب دَ پهٔ تاسو دَ تسلۍ دپاره ، اؤ راکوزې ېٔ کړې تاسو ته دَ اسمان نه اوبهٔ چې تاسو پرې پاک کړی اؤ لرې کړی تاسو نه دَ شیطان پلیتی اؤ چې مضبوط کړی ستاسو زړونه اؤ ټینګ کړی پرې ستاسو قدمونه۔ ف۶
ف۶: دَ بدر جنګ پهٔ حقیقت کښې دَ مسلمانانو دپاره سخت ازمېښت اؤ غټ امتحان وهٔ۔ مسلمانان پهٔ شمېر لږ وو دَ جنګ ساز و سامان ورسره پوره نهٔ وهٔ۔ دَ جنګ پهٔ نیت نهٔ وو راوتی۔ اؤ بیا ورته پهٔ مقابله کښې درے جند فوج پهٔ هر قسم سامانِ جنګ پوره ولاړ وهٔ۔ دَ مسلمانانو اؤ مشرکانو دا وړومبیٔ مقابله وه بیا حالت داسې پېښ شو چې کافر دَ جنګ میدان ته وړومبی رارسیدلی وو۔ پهٔ ښهٔ ځائې اؤ دَ اوبو پهٔ چینه ېٔ قبضه کړے وه۔ مسلمانان پهٔ ښکته اؤ شګلوړه ځائې کښې دېره شو۔ هلته شګه دومره ډېره وه چې قدم پکښې ازاد نهٔ شو اخستے۔ دَ اوبو دَ نشت پهٔ وجه دَ څکلو اؤ دَ اودسونو ډېر تکلیف وهٔ۔ یو خوا دَ تندې دَ لاسه پریشان شوی وو۔ بل خوا درے چند لښکر وهٔ۔ مسلمانان پریشان شو چې علامې خو دَ شکست دی دلته ورته شیطان پهٔ زړهٔ کښې وسوسې اچؤلے چې کهٔ تاسو پهٔ حقه ویٔ اؤ دَ الله خوښ ویٔ نو داسې به ېٔ نهٔ پریشانه کولیٔ۔ پهٔ دغه وخت کښې دَ الله پهٔ قدرت ښهٔ تیز باران وشو۔ شګه کلکه شوه۔ ریګ اؤ ګرد و غبار ورک شو اؤ پهٔ ډنډوکو کښې اوبهٔ جمع شوې۔ دَ غسل ، اودس او څکلو دپاره اوبهٔ ډېرې شوې۔ دا پریشانی خو ختمه شوه۔ هلته مشرکان چې کوم ځائې دېره وو چقړې جوړې شوې۔ پهٔ ښوئینه زمکه ګرځېدل ګران شو۔ چې دا ظاهری پریشانی ختمه شوه نو الله پاک پهٔ مسلمانانو دَ خوب یوه چپه راوسته۔ چې دَ خوب نه رابېدار شو نو زړهٔ ېٔ مطمئن وهٔ۔ ټولې شیطانی وسوسې ختمې شوې۔ پهٔ ځنو روایتونو کښې راځی چې حضور اکرمﷺ اؤ حضرت صدیق اکبرؓ ټوله شپه پهٔ عریش کښې پهٔ دعا تېره کړے وه (پهٔ یو وچت ځائې حضور اکرمﷺ دَ لښکر دَ تماشې اؤ حالاتو اندازې لګؤلو دپاره دَ کښېناستی ځائې جوړ کړے وهٔ هغې ته عریش وائی)۔
پهٔ آخره شپه کښې حضور اکرمﷺ ته خوب جوټه ورکړه چې سترګې ېٔ وغړؤلے نو وې فرمائیل مبارک مو شه جبریلؑ ستاسو امداد ته راروان دے۔ دَ عریش نه راووتو اؤ دا کلام مبارک ېٔ پهٔ خلهٔ جاری وهٔ سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَ یُوَلُّوْنَ الدُّبُر (دَ کافرو ډله به شکست خوری اؤ پهٔ شا به تښتی)
بهرحال دې دَ رحمت باران دَ بدن نه بې اودسی اؤ دَ زړونو نه دَ شیطان وسوسې لرې کړې اؤ دَ شګې دَ کلکېدو پهٔ وجه قدمونه مضبوط کښېښودلی شول۔ اؤ زړونه ېٔ هم مضبوط شول۔ یعنی ظاهری اؤ باطنی دواړه طرف ته سکون اؤ اطمینان حاصل شو۔
اِذْ یُوْحِیْ رَبُّكَ اِلَی الْمَلٰٓىِٕكَةِ اَنِّیْ مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ؕ سَاُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوْا فَوْقَ الْاَعْنَاقِ وَ اضْرِبُوْا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍؕ۝۱۲
کله چې حکم وکړو ستاسو رب فرښتو ته۔ چې زهٔ تاسو سره یم۔ نو تاسو دَ مسلمانانو زړونه مضبوط کړیٔ۔ زهٔ به واچؤم دَ کافرانو پهٔ زړونو کښې هیبت نو وهیٔ ېٔ پهٔ څټونو اؤ پرې کویٔ ېٔ بند بند۔
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ١ۚ وَ مَنْ یُّشَاقِقِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۱۳
دا ځکه چې دوی مخالفت کؤلو دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ، اؤ څوک چې مخالفت کوی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ، نو بېشکه دَ الله عذاب سخت دے۔
ذٰلِكُمْ فَذُوْقُوْهُ وَ اَنَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابَ النَّارِ۝۱۴
دا خو تاسو وڅکیٔ اؤ پوهه شیٔ چې دَ کافرانو دپاره دَ دوزخ عذاب دے۔ ف۷
ف۷: دَ بدر دَ غزا اهمیت دَ دې نه معلومېدے شی چې پهٔ دې جنګ کښې خپله شیطان ابلیس دَ بنی کنانه دَ سردار سراؔقه بن مالک پهٔ شکل کښې ابوجهل ته راغلو اؤ مشرکانو ته ېٔ ښهٔ ډاډګیرنه ورکړه۔ وې چې زما قبیله هم دَ ستاسو سره ده اؤ نن تاسو ته هېڅ څوک هم شکست نهٔ شی درکؤلے۔ دَ ابلیس سره دَ شیطانانو یو لوئے لښکر وهٔ چې دَ مشرکانو امداد ته راغلے وهٔ۔ دا واقعه مخکښې پهٔ تفصیل سره راځی۔ دَ دې پهٔ ځواب کښې الله پاک دَ مسلمانانو دَ امداد دپاره خپل خاص شاهی فوج فرښتې دَ جبرئیلؑ اؤ میکائیلؑ پهٔ سرداریٔ کښې راواستؤلې۔ چې کهٔ شیطانان دَ بنیادمو پهٔ شکل کښې کفّارو ته ډاډګیرنه ورکوی اؤ دَ هغوی امداد ته راغلی وی نو تاسو هم دَ مظلومو مسلمانانو امداد وکړیٔ اؤ هغوی ته ډاډګیرنه ورکړیٔ۔ تاسو مسلمانانو ته ډاډګیرنه ورکړیٔ دَ هغوی زړهٔ مضبوط کړیٔ اؤ زهٔ دَ مشراکانو پهٔ زړونو کښې هیبت اچوم دَ هغوی زړونه کمزوری کوم۔ تاسو دَ مسلمانانو پهٔ ملګرتیا کښې دَ دوی څټونه پرې کړیٔ اؤ یو یو اندام ېٔ جُدا جُدا کړیٔ۔ نن دَ پېریانو ا ؤبنیادمو شیطانان پهٔ شریکه دَ الله اؤ رسولﷺ مقابلې ته راوتی دی چې دوی ته پته ولګی چې دَ الله مخالفانو ته څومره سخته سزا ورکؤلے شی۔ اصل سزا خو هغه ده چې آخرت کښې به ورکؤلے شی ، خو چې پهٔ دنیا کښې ېٔ هم څهٔ لږه غوندې نمونه ووینی۔ پهٔ احادیثو کښې راځی چې دَ بدر پهٔ جنګ کښې خلقو فرښتې پهٔ سترګو لیدے اؤ دَ هغوی دَ لاسه قتل شوی کافر هم پېژندے شو۔ دا الله پاک یوه نمونه وښیٔله چې کهٔ پېریانو اؤ بندیانو شیطانان دَ اهلِ حق پهٔ مقابله کښې دغسې اتفاق وکړی اؤ پهٔ شریکه ېٔ مقابلې ته را ووځی نو الله پاک به هم دَ خپلو نیکو بندګانو دغسې امداد کوی۔ باقی فتح اؤ شکست بلکې هر وړوکے اؤ غټ کار صرف دَ الله پهٔ اراده کیږی، هغې ته نهٔ دَ فرښتو څهٔ حاجت شته اؤ نهٔ دَ بنیادمو۔ کهٔ دَ فرښتو نه ېٔ کار اخستے نو هغوی ته خو الله پاک داسې طاقت ورکړے دے چې یوه فرښته ټول ملک پهٔ بله اړؤلے شی۔ دَ جنګ دپاره دَ فرښتو دَ فوج ضرورت نهٔ وهٔ۔ لېکن دلته خو پهٔ عالمِ اسباب کښې دَ خبرداری دپاره دَ شیطانانو دَ غیر معمولی کوشش ځواب پهٔ دغه رنګ کښې ورکړې شو اؤ بس۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوْهُمُ الْاَدْبَارَۚ۝۱۵
اے ایماندارو کله چې تاسو مخامخ شیٔ دَ کافرانو سره دَ جنګ میدان کښې نو هغوی ته مهٔ شا کویٔ۔ ف۸
ف۸: ”فرار من الزّحف“ پهٔ جهاد کښې دَ میدانِ جنګ نه وتل اؤ پهٔ جنګ کښې کافرو ته شا کؤل (تښتېدل) دَ ټولو ګناهونو نه غټه ګناه ده۔ کهٔ دَ کافرو شمېر دَ مسلمانانو یو پهٔ دوه وی نو هم دَ مقابلې نه تښتېدل حرام دی۔
وَ مَنْ یُّوَلِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ دُبُرَهٗۤ اِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ اَوْ مُتَحَیِّزًا اِلٰی فِئَةٍ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَ مَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۱۶
اؤ چا چې پهٔ دغه ورځ شا کړه۔ بې دَ دې نه چې دَ جنګ چال وی یا دَ خپل فوج سره ملګرے کیږی۔ نو هغه ګېر شو دَ الله پهٔ غضب کښې۔ اؤ دَ هغهٔ ځائې دوزخ دے۔ اؤ هغه ډېر ناکاره ځائې دے۔ ف۹
ف۹: یعنی کهٔ وروستو کېدل دَ څهٔ جنګی مصلحت پهٔ وجه وی یا یوه ډله دَ خپل مرکزی فوج نه جُدا شوی وی۔ هغه خپل فوج ته ځان رسوی نو کهٔ وروستو شی خیر دے۔ ګناه هغه وخت ده کهٔ وروستو کېدل دَ تښتېدو اؤ ځان بچ کؤلو پهٔ نیت وی۔
فَلَمْ تَقْتُلُوْهُمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ قَتَلَهُمْ١۪ وَ مَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ رَمٰی١ۚ وَ لِیُبْلِیَ الْمُؤْمِنِیْنَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۱۷
نو دوی تاسو نهٔ دی وژلی بلکې دوی الله وژلی دی۔ اؤ تا نهٔ دی ویشتی موټے خاورې کوم وخت چې تا ویشتلې لېکن الله ویشتے۔ چې وکړی پهٔ ایماندارو باندې دَ خپله طرفه ښهٔ احسان۔ بې شکه الله دے اورېدونکے ښهٔ پوهه۔ ف۱۰
ف۱۰: کوم وخت کښې چې جنګ ډېر سخت شو نو حضور اکرمﷺ یو موټے شګې راواخستے دَ کافرو طرف ته ېٔ راوویشتے اؤ وېٔ فرمائیل شَاهَتِ الْوُجُوْہُ ۔ دَ الله پهٔ قدرت دا یو موټے شګې دَ کافرو دَ لښکر دَ هر سړی سترګو ته ورسېدې۔ ټول پهٔ سترګو مښلو اخته شو۔ دلته پرې مسلمانانو یکدم ور هله کړه اؤ لکه دَ ګاځرو مولیو ېٔ کوتره کړل۔ پهٔ دې آیت کښې دغه بیان دے چې دا شګې چې پهٔ ظاهر تا ویشتې وې۔ نو دَ یو بنده دَ کار پهٔ لحاظ دا ممکنه نهٔ وه چې دا موټے دَ دومره مخلوق سترګو ته رسېدلے وې۔ دا صرف دَ الله پاک دَ قدرت لاس وهٔ چې دا یو موټے شګې دَ مضبوط لښکر دَ شکست سبب شو۔ ګنی دَ یو څو بې سازو سامانه مسلمانانو دومره طاقت چرته وهٔ چې داسې مضبوط فوځ ته ېٔ شکست ورکړے وې۔ دا خو دَ الله کار وهٔ چې دې متکبّرو نافرمانو ته ېٔ سزا ورکړه۔ البته دومره ضرور ده چې دا کار پهٔ ظاهره دَ مسلمانانو پهٔ لاس وشو۔ اؤ الله پاک دَ مسلمانانو پهٔ لاسونو کښې پهٔ خپل قدرت داسې طاقت واچؤلو چې دومره غټ کار ېٔ وکړو۔ دا ېٔ دَ دې دپاره وکړو چې الله پاک خپل قدرت څرګند کړی اؤ پهٔ مسلمانانو کامل احسان وکړی۔ بېشکه الله پاک دَ ایماندارو فریاد اوری اؤ دَ مظلوم دعا قبلوی اؤ دَ هغوی دَ هر کار اؤ هر حرکت نه ښهٔ خبر دے۔ اؤ پهٔ دې هم ښهٔ پوهیږی چې خپلو فرمانبردارو بندګانو باندې پهٔ کوم وخت کښې پهٔ څهٔ طریقه احسان کؤل پکار دی۔
ذٰلِكُمْ وَ اَنَّ اللّٰهَ مُوْهِنُ كَیْدِ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۸
دا خو وشوه۔ اؤ پوهه شیٔ چې الله به کمزورے کړی تدبیر دَ کافرانو۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی پهٔ دې وخت کښې هم دَ کافرو منصوبې خرابې شوې اؤ آیٔنده دپاره به هم الله پاک دَ هغوی تدبیرونه سست کړی۔
اِنْ تَسْتَفْتِحُوْا فَقَدْ جَآءَكُمُ الْفَتْحُ١ۚ وَ اِنْ تَنْتَهُوْا فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ١ۚ وَ اِنْ تَعُوْدُوْا نَعُدْ١ۚ وَ لَنْ تُغْنِیَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَیْـًٔا وَّ لَوْ كَثُرَتْ١ۙ وَ اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُؤْمِنِیْنَ۠۝۱۹
کهٔ تاسو فیصله غواړیٔ نو تاسو ته ورسېده فیصله۔ اؤ کهٔ منع شیٔ نو تاسو دپاره بهتره ده۔ اؤ کهٔ بیا هم دغسې کویٔ نو مونږ به هم دغسې کوؤ۔ اؤ هېڅ پکار به مو را نهٔ شی تاسو ډلې اګر کهٔ ډېرې وی۔ اؤ پهٔ دې پوهه شیٔ چې الله ایماندارو سره دے۔ ف۱۲
ف۱۲: دا خطاب دَ مکّې مشرکانو ته دے۔ هغوی به دَ هجرت نه مخکښې حضور اکرمﷺ ته وې۔ مَتٰی هٰذَا الْفَتْحُ اِنْ کُنْتُمْ صَادِقِیْنَ ۔ (هغه دَ ستاسو کامیابی به کله وی کهٔ تهٔ رښتیا وائې) یعنی زمونږ ترمینځه هغه فیصله اؤ دَ ستاسو کامیابی به کله کیږی چې تهٔ ېٔ دَ مسلمانانو سره وعدې کوے۔ نو پوره فیصله خو به دَ قیامت پهٔ ورځ کیږی۔ البته دَ هغې یوه نمونه نن تاسو دَ بدر پهٔ میدان کښې وکته چې پهٔ څهٔ طریقه تاسو ته دَ کمزوری مسلمانانو پهٔ لاس سزا درکړې شوه۔ اوس کهٔ تاسو دَ حضور اکرمﷺ دَ مخالفت اؤ دَ کفر نه منع شویٔ نو ستاسو دپاره دنیا اؤ آخرت دواړو کښې بهتری ده۔ اؤ کهٔ بیا جنګ کویٔ نو زهٔ به بیا دَ مؤمنانو امداد کوم اؤ آخر به تاسو شرمیږیٔ۔ هر کله چې دَ الله امداد دَ مسلمانانو سره دے۔ نو دَ ستاسو ډلې اؤ لښکرې اؤ مال دولت اؤ طاقت دَ ستاسو هېڅ پکار نهٔ شی راتلې۔ یو روایت کښې راځی چې ابوجهل دَ لښکر دَ روانېدو پهٔ وخت دَ بیت الله شریف غلاف مبارک نیؤلے وهٔ اؤ دا دعا ېٔ کړے وه چې اے الله پهٔ دواړو ډلو کښې چې کومه اعلیٰ اؤ عزتمنده وی هغه کامیابه کړې اؤ څوک چې فساد کوی هغه تباه کړې۔ (دَ هغهٔ پهٔ خیال خو مسلمانان فسادیان وو اؤ هغوی دَ عزّت اؤ مرتبې خاوندان وو ) فَقَدْ جَآءَ کُمُ الْفَتْحُ کښې دَ هغهٔ دَ دې خبرې ځواب دے چې څوک چې دَ الله سره دَ رتبې اؤ عزّت خاوندان وو هغوی ته فتح ورکړې شوه اؤ فسادیان خوار و ذلیل شو۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ لَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَ اَنْتُمْ تَسْمَعُوْنَۚۖ۝۲۰
اے ایماندارو حکم منیٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ، اؤ مخ ترې مهٔ اړویٔ دَ حکم اورېدو نه پس۔ ف۱۳
ف۱۳: دې نه وړومبے فرمائیلی شوی دی الله دَ ایماندارو سره دے۔ نو اوس ایماندارو ته هدایت دے چې دوی به پهٔ کومه طریقه دَ الله اؤ رسولﷺ امداد اؤ ملګرتیا حاصلؤلے شی نو فرمائی چې دَ الله اؤ رسولﷺ فرمانبرداری هر څنګه سخت حالت چې وی چې دَ الله پاک کلام ېٔ یو ځل واؤرېدو اؤ پوهه شو پرې اؤ وېٔ منلو نو بیا دې پهٔ هېڅ وخت کښې دَ هغې نه قولًا یا عملًا مخ نهٔ اړوی۔
وَ لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ قَالُوْا سَمِعْنَا وَ هُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ۝۲۱
اؤ دَ هغهٔ خلقو پهٔ شان مهٔ کیږیٔ چا چې وې مونږ واؤرېدو اؤ هغوی نهٔ اوری۔ ف۱۴
ف۱۴: یعنی پهٔ خلهٔ وائې چې مونږ حکم واؤرېدو۔ هغه څهٔ اورېدل دی چې بنده پرې ځان پوهه نهٔ کړی اؤ عمل پرې ونهٔ کړی۔ دَ دې نه مخکښې یهودو موسٰیؑ ته وئیلی وو سَمِعْنَا وَ عَصَیْنَا مونږ دَ ستا خبره واؤرېده خو منو ېٔ نه۔ اؤ دَ مشرکانو قول مخکښې راځی قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هٰذَا۔ یعنی قرآن مونږ واؤرېدو اؤ کهٔ مونږ اراده وکړه نو مونږ هم دغسې کلام جوړؤلے شو۔
دَ مدینې منّورې دَ منافقانو خو عادت دا وهٔ چې دَ پېغمبرﷺ اؤ مسلمانانو مخکښې به ېٔ زبانی اقرار کؤلو اؤ پهٔ زړهٔ کښې هغه شان منکر وو۔ بهرحال دَ مسلمان شان دَ یهودو، مشرکانو اؤ منافقانو پهٔ شان نهٔ دے۔ دَ مسلمان حال خو دا دے چې مخامخ اؤ پشی شا ، پټ اؤ څرګند هر وخت کښې دَ الله اؤ دَ رسولﷺ فرمانبردار وی۔
اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ۝۲۲
بېشکه پهٔ ټولو څاروؤ کښې ډېر خراب دَ الله پهٔ نژد هغه کاڼهٔ اؤ ګونګیان دی چې پهٔ هېڅ نهٔ پوهیږی۔ ف۱۵
ف۱۵: چا ته چې الله پاک دَ خبرو دپاره ژبه ، دَ اورېدو دپاره غوږونه اؤ دَ پوهېدو دپاره دماغ ورکړے دے۔ بیا هغوی دا ټول طاقتونه بې کاره کړل ، نهٔ ېٔ پهٔ ژبه دَ حق اقرار وکړو، نهٔ ېٔ پهٔ غوږو حق واؤرېدو اؤ نهٔ ېٔ ورباندې سوچ وکړو۔ یعنی الله پاک چې دَ کوم کار دپاره دا طاقتونه ورکړی وو هغه کار ېٔ ترېنه وانهٔ خستو۔ بېشکه چې هغه مخلوق دَ څاروؤ نه بدتر دے۔
وَ لَوْ عَلِمَ اللّٰهُ فِیْهِمْ خَیْرًا لَّاَسْمَعَهُمْ١ؕ وَ لَوْ اَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوْا وَّ هُمْ مُّعْرِضُوْنَ۝۲۳
اؤ کهٔ الله ته ښکارېدے پهٔ دوی کښې څهٔ خیر، نو دوی ته به ېٔ اورؤلے وې۔ اؤ کهٔ دوی ته ېٔ اوس واؤروی نو ضرور به ترې وتښتی مخ پهٔ شا۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی حقیقت دا دے چې دې خلقو کښې دَ خیر څهٔ بنیاد نشته۔ ځکه چې انسان ته خیر هغه وخت رسی چې دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ حق لټؤلو خواهش وی اؤ دَ هدایت قبلؤلو استعداد وی۔ کوم قوم چې دَ طلبِ حق دَ روح نه خالی دے اؤ خپل طاقتونه دغسې بې کاره کوی نو ورو ورو دَ هغوی دَ زړونو نه دَ حق قبلؤلو استعداد ختم شی۔ دغه مطلب دے چې فرمائی الله پاک دَ دوی پهٔ زړونو کښې دَ خیر و هدایت قبلؤلو لیاقت نهٔ وینی۔ کهٔ پهٔ دوی کښې ېٔ څهٔ لیاقت لیدے نو پهٔ خپل عادت به ېٔ ورته ضرور خپل آیتونه اورؤلی وو۔ باقی پهٔ دې موجوده حالت کښې کهٔ هغوی ته آیتونه واؤرولے شی اؤ پوهه شی پرې بیا هم دَ خپل ضد اؤ عناد پهٔ وجه ېٔ سره دَ پوهې قبلؤلو ته تیار نهٔ وی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَجِیْبُوْا لِلّٰهِ وَ لِلرَّسُوْلِ اِذَا دَعَاكُمْ لِمَا یُحْیِیْكُمْ١ۚ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَحُوْلُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَ قَلْبِهٖ وَ اَنَّهٗۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ۝۲۴
اے ایماندارو! حکم منیٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول، کوم وخت چې تاسو رابلی داسې کار ته چې ستاسو ژوند دے پکښې۔ ف۱۷ اؤ پهٔ دې پوهه شیٔ چې الله حائل کیږی دَ بنیادم اؤ دَ هغهٔ دَ زړهٔ ترمینځه اؤ پهٔ دې خبره چې تاسو به دَ هغهٔ سره راجمع کېږیٔ۔ ف۱۸
ف۱۷: یعنی الله اؤ رسولﷺ چې تاسو کوم کار ته بلی یعنی جهاد۔ پهٔ دې کښې دَ سر نه تر آخره هم ستاسو خیر دے۔ دا بلنه تاسو ته پهٔ دنیا کښې دَ آرام اؤ عزّت ژوند اؤ پهٔ آخرت کښې دَ دائمی حیات اؤ ابدی خوشحالیٔ پېغام دے نو مؤمنانو ته پکار دی چې دَ الله اؤ رسولﷺ پهٔ بلنه بې اختیاره لبّیک ووائی اؤ کوم وخت چې کوم کار ته بللې شی نو هر څهٔ پرېږدی اؤ هغې ته حاضر شی۔
ف۱۸: یعنی پهٔ حکم پوره کؤلو کښې سستی مهٔ کویٔ۔ شاید چې بیا څهٔ وخت پهٔ زړهٔ کښې دا جذبه نهٔ وی۔ ځکه چې دَ بنیادم زړهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دے کوم طرف ته چې ېٔ اړوی۔ بېشکه الله تعالیٰ دَ چا زړهٔ دَ وخته نه بندوی اؤ نهٔ ورباندې مهر لګوی۔ البته کله چې بنیادم پهٔ حکم پوره کؤلو کښې سستی کوی نو زړهٔ ېٔ بند کړی۔ یا کهٔ دَ حق پهٔ مقابله کښې دَ عناد اؤ ضد عادت واخلی نو بیا پرې مهر ولګوی۔ پهٔ موضح القرآن کښې دغه شان لیکلی دی اؤ ځنو مفسرینو دَ یَحُوْلُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَ قَلْبِهٖ نه مطلب نژدیکت اخستې دے۔ یعنی الله بنده ته دومره نژدے دے چې دَ زړهٔ نه هم زیات نژدے دے۔ لکه بل ځائې چې دی: نَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۔ (زهٔ بنده ته دَ شاه رګ نه هم زیات نژدے یم) نو بنده ته پکار دی چې دَ زړهٔ نه دَ الله دَ حکم تابعداری کوی۔ الله پاک دَ ستاسو نه زیات دَ ستاسو دَ زړونو پهٔ حال خبر دے۔ دَ هغهٔ سره ټګی ټوری اؤ چل ول نهٔ چلیږی۔
ټول به یوه ورځ دَ هغهٔ پهٔ مخکښې راجمع کیږیٔ نو خپل پټ حالونه به درته څرګند شی۔
وَ اتَّقُوْا فِتْنَةً لَّا تُصِیْبَنَّ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْكُمْ خَآصَّةً١ۚ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۝۲۵
اؤ ځان ساتیٔ دَ هغه وبال نه چې نهٔ به ور رسی دَ هغې اثر یواځې ظالمانو ته پهٔ تاسو کښې خاص۔ اؤ پوهه شیٔ چې دَ الله عذاب ډېر سخت دے۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی بالفرض کهٔ دَ یو قوم اکثر کسان پهٔ ظلم اؤ نافرمانیٔ کښې مبتلا شی اؤ څهٔ کسان پکښې ظالمان اؤ نافرمانه نهٔ وی خو هغوی دا سستی وکړی چې نهٔ نورو ته نصیحت وکړی اؤ نهٔ ترېنه نفرت وکړی اؤ تعلقات ورسره ساتی نو دا یو داسې ازمېښت دے چې ټول پکښې راځی۔ کهٔ عذاب راځی نو هغه ګنهګار اؤ دا بې ګناه ناراسته ټول به پکښې یو شان ګیریږی ، هېڅوک به ترېنه نهٔ پاتې کیږی۔ دَ دې تفسیر پهٔ لحاظ دَ آیت مطلب دا شو چې مسلمانانو ته پکار دی چې خپله هم تابعدار وی اؤ نورو ته هم نصیحت کوی۔ اؤ کهٔ نهٔ منی نو دَ نافرمانو نه دې نفرت کوی اؤ تعلق دې ورسره نهٔ ساتی۔ شاه صاحب دَ دې آیت مطلب دا لیکلے دے چې مسلمانانو ته دَ داسې ګناه نه ځان ډېر ساتل پکار دی، چې دَ هغې خراب اثر پهٔ نورو هم پرېوځی۔ وړومبے حکم شوے وهٔ چې دَ الله اؤ رسولﷺ تابعداری کویٔ اؤ ناراستی پکښې مهٔ کویٔ هسې نهٔ چې زړهٔ مو وګرځی۔ اوس ورته خبردارے دے چې نیکان کهٔ سستی شروع کړی نو نور خلق خو به نیکی بالکل پرېږدی اؤ ناکاره رواجونه به عام شی اؤ دَ هغې سزا به ټولو ته رسی۔ لکه پهٔ جنګ کښې کهٔ زړهٔ ور سستی وکړی نو کمزوری خو به بالکل وتښتی اؤ بیا ېٔ هغه بهادران هم نهٔ شی راټینګؤلے۔
وَ اذْكُرُوْۤا اِذْ اَنْتُمْ قَلِیْلٌ مُّسْتَضْعَفُوْنَ فِی الْاَرْضِ تَخَافُوْنَ اَنْ یَّتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَاٰوٰىكُمْ وَ اَیَّدَكُمْ بِنَصْرِهٖ وَ رَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۲۶
اؤ یاد کړیٔ کله چې تاسو ویٔ لږ کمزوری ګڼلی شوی پهٔ ملک کښې۔ اؤ تاسو ویرېدیٔ چې وبه مو تښتوی خلق ، بیا هغهٔ تاسو ته دَ استوګې ځائې درکړو اؤ طاقت ېٔ درکړو پهٔ خپل مدد سره ، اؤ روزی ېٔ درکړه پاک څیزونه چې تاسو شکر وکړیٔ۔ ف۲۰
ف۲۰: یعنی دَ خپل کمی یا کمزوریٔ پهٔ وجه پهٔ جهاد کښې سستی مهٔ کویٔ۔ ګوریٔ تاسو پهٔ شروع کښې ډېر لږ ویٔ۔ سامان درسره هم نهٔ وهٔ نو دَ کافرو دا طمع پیدا شوه چې مونږ به ېٔ بالکل هضم کړو اؤ تاسو سره به هم دا ویره وه چې کافر مو چرته ګډوډ نهٔ کړی۔ نو الله پاک تاسو ته پهٔ مدینه منوّره کښې ځائې درکړو ، اؤ دَ انصارو اؤ ستاسو پهٔ زړونو کښې ېٔ بې مثاله محبّت پیدا کړو۔ بیا ېٔ دَ بدر پهٔ جنګ کښې تاسو ته غیبی امداد ورسؤلو اؤ کافرانو ته ېٔ عبرت ناک شکست ورکړو چې دَ هغوی جرړې پرې کړې شوې۔ طاقت ېٔ کمزورے شو۔ اؤ تاسو ته ېٔ دَ غنیمت مال بیل درکړو اؤ دَ قیدیانو دَ فدیٔے مال ېٔ بیل درکړو اؤ نور قسم قسم نعمتونه اؤ پاک ستره څیزونه ېٔ درکړل چې تاسو احسان ومنیٔ اؤ دَ هغهٔ شکر ګذار بندګان شیٔ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَ الرَّسُوْلَ وَ تَخُوْنُوْۤا اَمٰنٰتِكُمْ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۲۷
اے ایماندارو! خیانت مهٔ کویٔ دَ الله سره اؤ رسول سره اؤ خیانت مهٔ کویٔ پخپلو امانتونو کښې سره دَ پوهې۔ ف۲۱
ف۲۱: دَ الله اؤ رسولﷺ سره خیانت دا دے چې دَ هغوی دَ احکامو نه خلاف وکړی۔ پهٔ خلهٔ ځان ته مسلمان وائی اؤ عمل دَ کافرو پهٔ شان کوی۔ یا کوم کار چې ورته الله اؤ رسولﷺ حواله کړے وی پهٔ هغې کښې څهٔ ګړبړ وکړی یا دَ غنیمت دَ مال نه څهٔ شے ځان ته کړی یا نور داسې۔
بهرحال هغه ټول امانتونه چې دَ الله اؤ رسولﷺ اؤ دَ بندګانو دَ طرف نه چا ته حواله شوی وی پهٔ هغې کښې دَ خیانت نه ځان ساتل ضروری دی۔ پهٔ دې کښې هر قسم حقونه ، دَ الله حقونه اؤ دَ بندګانو حقونه ټول راغلل۔ یو روایت دے چې کله دَ یهودو بنی قرؔیظه قبیلې حضور اکرمﷺ ته دَ صلحې درخواست وکړو اؤ دا سوال ېٔ وکړو چې دَ یهودو دَ بنی نضیؔر قبیلې سره چې څنګه معامله شوے ده هغه شان دې مونږ سره هم وشی۔ نو حضور اکرمﷺ وفرمائیل چې نهٔ داسې نهٔ شی کېدے۔ البته زهٔ تاسو سره دومره رعایت کوم چې تاسو دَ انصارو سردار سعد بن معاذؓ منصف کړیٔ۔ هغه چې ستاسو متعلق څهٔ فیصله وکړه هغه ماته منظوره ده۔ یهودیانو حضرت ابو لبابهؓ سره صلاح وکړه چې ستا څهٔ خیال دے ، دَ سعد بن معاذؓ منصف کؤل منظور کړو کهٔ نه۔ دَ ابو لبابهؓ کور اؤ مال اؤ واړهٔ ټول دَ یهودیانو پهٔ محله کښې وو نو هغهٔ ځکه دَ یهودیانو خیر غوښتو۔ هغهٔ ورته پهٔ خلهٔ خو غږ ونهٔ کړو خو پهٔ مریٔ ېٔ ګوته راښکله ، پهٔ اشاره ېٔ ورته ووې کهٔ سعد بن معاذؓ مو منصف کړو نو هغه خو مو څټونه پرېکوی۔ حضرت ابو لبابهؓ بې فکریٔ کښې اشاره خو وکړه خو ژر ېٔ خیال شو چې دا خو ما دَ الله اؤ رسولﷺ سره خیانت وکړو۔ چې واپس راغلو نو ځان ېٔ پهٔ مسجد نبویﷺ کښې یوې ستنې پورې وتړلو اؤ دا لوظ ېٔ وکړو چې هېڅ به نهٔ خورم څښم تر دې چې مړ شم اؤ یا الله پاک زما توبه قبوله کړی۔ ووهٔ اتهٔ ورځې دغسې ستنې پورې تړلے وهٔ دَ لوږې تندې نه ورباندې بې هوشی راغله۔ آخر ورته چا خبر ورکړو چې الله پاک ستا توبه قبوله کړه (پهٔ حضور اکرمﷺ وحې راغله چې ستا توبه قبوله شوه) هغهٔ پهٔ ځواب کښې ووې چې پهٔ الله مې دې قسم وی چې ځان به ازاد نهٔ کړم څو چې حضور اکرمﷺ پهٔ خپل لاس نهٔ یم ازاد کړې۔ آخر حضور اکرمﷺ راغلو اؤ پهٔ خپل لاس ېٔ دَ هغهٔ نه رسۍ پرانستې۔
ابن عبد البرؒ دا لیکی چې دَ ابولبابه دا واقعه پهٔ غزوهٔ تبوک کښې دَ شرکت نهٔ کؤلو پهٔ وجه شوے وه ۔ والله اعلم
وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَ اَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ١ۙ وَّ اَنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ۠۝۲۸
اؤ پوهه شیٔ چې بېشکه ستاسو مالونه اؤ ستاسو اولاد دَ ازمېښت سامان دے۔ اؤ دا چې دَ الله سره غټ ثواب دے۔ ف۲۲
ف۲۲: بنیادم اکثر دَ مال پهٔ خاطر دَ الله اؤ رسولﷺ یا بندګانو خیانت کوی نو ځکه خبردارے ورکړې شو چې دَ امانتداریٔ چې کوم قیمت دَ الله سره دے هغه دَ دنیا دَ مال دولت اؤ اولاد وغېره هر څیز نه زیات دے۔ (نو دَ دې معمولی فائدې پهٔ خاطر هغه غټه فائده مهٔ خرابویٔ)
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَتَّقُوا اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّكُمْ فُرْقَانًا وَّ یُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَ یَغْفِرْ لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ۝۲۹
اے ایماندارو! کهٔ تاسو دَ الله نه ویره کؤله نو هغه به پهٔ تاسو کښې فیصله وکړی ف۲۳ اؤ لرې به کړی ستاسو ګناهونه اؤ تاسو به معاف کړی۔ اؤ دَ الله فضل ډېر لوئے دے۔
ف۲۳: یعنی کهٔ تاسو دَ الله دَ ویرې پرهیزګاری اختیار کړه نو الله پاک به دَ ستاسو اؤ دَ ستاسو دَ مخالفانو پهٔ مینځ کښې فیصله وکړی اؤ پهٔ دنیا کښې به هم تاسو ته غلبه اؤ عزّت درکړی اؤ هغوی به تباه و رسوا کړی څنګه چې پهٔ بدر کښې وشوه اؤ پهٔ آخرت کښې به هم بهترین نعمتونه درکړی اؤ دَ هغوی ځائې به دوزخ وی۔ وَامْتَازُ والْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ (یٰسٓ ، رکوع ۴) اؤ هٰذَا یَوْمُ الفَصْلِ (المرسلات ، رکوع ۱) بله خبره دا ده چې دَ پرهیزګاریٔ پهٔ وجه به الله پاک ستاسو پهٔ زړونو کښې یو نور پیدا کړی چې دَ هغې پهٔ برکت به تاسو دَ حق و باطل ترمینځه پهٔ اسانه فرق کؤلے شیٔ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې شاید دَ فتح نه پس دَ ځنو کسانو پهٔ زړهٔ کښې دا راغلی وی چې دا فتح اتفاقی وه۔ دَ حضورﷺ نه پټ دَ کافرو (قیدیانو) سره څهٔ احسان پکار دے چې زمونږ خپل خپلوان کوم چې مکّه معظّمه کښې دی هغوی ته څهٔ تکلیف ونهٔ رسوی۔ نو پهٔ مخکښې آیت کښې دَ خیانت منع وشوه۔ اؤ بل آیت کښې دا تسلّی ورکړې شوه چې مخکښې به سمه فیصله وشی بیا به دَ ستاسو خپل خپلوان پهٔ کافرو کښې ګېر نهٔ وی۔
وَ اِذْ یَمْكُرُ بِكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِیُثْبِتُوْكَ اَوْ یَقْتُلُوْكَ اَوْ یُخْرِجُوْكَ١ؕ وَ یَمْكُرُوْنَ وَ یَمْكُرُ اللّٰهُ١ؕ وَ اللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ۝۳۰
اؤ کله چې چل جوړؤلو کافرانو ، چې تا قید کړی یا دې قتل کړی یا دې وشړی اؤ هغوی هم تدبیر کؤلو اؤ الله هم تدبیر کؤلو ، اؤ دَ الله تدبیر دَ ټولو نه بهتر دے۔ ف۲۴
ف۲۴: دَ هجرت نه مخکښې مشرکانو پهٔ دارالندوه (دَ مشورې ځائې) کښې خپلو کښې دا صلاح وکړه چې حضور اکرمﷺ خو ټول قوم پهٔ تکلیف کړو ، نورو قبیلو کښې هم اوس ځنی کسان ایمان راؤړی۔ هسې نه چې دې طاقت حاصل کړی اؤ بیا زمونږ مقابلې ته ودریږی بیا به ېٔ مقابله ګرانه شی۔ اوس ېٔ څهٔ چل کؤل پکار دی چې دا معامله ختمه شی۔ هر چا خپله خپله رائے څرګنده کړه چا وې قید کؤل غواړی۔ چا وې ښهٔ ېٔ ووهیٔ زخمی ېٔ کړیٔ چې توبه ګار شی۔ چا وې دَ کلی نه ېٔ وشړیٔ چې دَ خبرو نه ېٔ خلاص شو۔ آخر کښې دَ ابوجهل پهٔ وینا دا فیصله وشوه چې دَ قریشو دَ ټولو ټبرو نه دې یو یو ځوان غوره کړې شی اؤ ټول دې ورباندې پهٔ یو ځائې پهٔ تورو حمله وکړی اؤ قتل دې ېٔ کړی چې ټولې ټبرې پکښې شریکې وی نو بنی هاشم به دَ بدل اخستو کوشش نهٔ شی کؤلے۔ پهٔ دیت به راضی شی اؤ دیت به هم پهٔ ټولو ټبرو تقسیم شی نو معامله به اسانه شی۔ الله پاک فرمائی چې دلته خو دې ظالمانو دا تدبیرونه کؤل اؤ هلته دَ دې پهٔ ځواب کښې دَ الله پاک بهترین تدبیر وهٔ۔ حضور اکرمﷺ ته فرښتې خبر ورکړو۔ نو حضور اکرمﷺ خپله بستره باندې حضرت علیؓ وودهٔ کړو اؤ خپله هم دَ هغې ډلې پهٔ مینځ کښې څوک چې دَ قتل دپاره راجمع شوی وو ، دَ کور نه بهر راووتو اؤ دَ صدیق اکبرؓ پهٔ ملګرتیا کښې ېٔ هم پهٔ هغه شپه مدینې منوّرې ته هجرت وکړو۔ دَ کافرو سترګې الله پاک ړندې کړې۔ حضور اکرمﷺ ترېنه دغسې صحیح سالم بهر ته ووتو۔ نهٔ ېٔ هغهٔ ته څهٔ ووئیلی شو اؤ نهٔ ېٔ حضرت علیؓ ته څهٔ ووئیلی شو۔ هسې ېٔ شپهٔ شوګیره کړه۔ بیا کومو سردارانو چې دا دَ حضور اکرمﷺ دَ قتل مشوره کړے وه هغه ټول دَ جنګِ بدر پهٔ موقع قتل شو۔ پهٔ دې باره کښې فرمائی چې الله دَ چا ملګرے وی نو څوک ورته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ نو څنګه چې الله پاک دَ خپل پېغمبر حفاظت وکړو دغسې به دَ ستاسو دَ بال بچ حفاظت هم وکړی۔
وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا قَالُوْا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هٰذَاۤ١ۙ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ۝۳۱
اؤ کله چې څوک واؤروی دوی ته زمونږ آیتونه ، نو دوی وائی چې مونږ واؤرېدل که مونږ اراده وکړه نو مونږ هم دَ دې پهٔ شان وئیلی شو۔ دا خو نور هېڅ نهٔ دی خو دَ پخوانو خلقو قصې دی۔ ف۲۵
ف۲۵: دا قول دَ نضر بن الحارث دے۔ هغهٔ به وې (نعوذ بالله) قرآن کښې نور دی څهٔ خو دَ پخوانو قیصۍ دی۔ داسې قیصې خو ماته هم ډېرې راځی۔ کهٔ زهٔ وغواړم نو داسې کلام جوړؤلے شم۔ قرآن خو دَ ټولو جګړو فیصله هم پهٔ دې کوی چې تاسو داسې کؤلے شو نو بیا مو کؤل ولې نه؟ یو سړی وې کهٔ زما اس منډه ووهله نو پهٔ یوه ورځ کښې به لندن ته ورسی خو غم دا دے چې منډه نهٔ وهی۔ بهرحال اول خو به ېٔ داسې وې چې هسې قیصۍ دی نور څهٔ پکښې نشته نو اوس خو ېٔ پهٔ بدر کښې تماشه وکړه کنه چې هسې نهٔ دی هم هغه شان عذاب پهٔ تاسو راغلو څنګه چې پهٔ نورو قومونو راغلے وهٔ۔
وَ اِذْ قَالُوا اللّٰهُمَّ اِنْ كَانَ هٰذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَآءِ اَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ۝۳۲
اؤ کله چې دوی وې اے الله کهٔ هم دغه دین حق وی ستا دَ طرف نه۔ نو پهٔ مونږ باندې دَ اسمان نه دَ کاڼیو باران وکړه یا راوله پهٔ مونږ باندې دردناک عذاب۔ ف۲۶
ف۲۶: پهٔ دې آیت کښې دَ مکّې معظّمې دَ مشرکانو ضد اؤ عناد اؤ جهالت بیان شوے دے چې هغوی به وې اے الله کهٔ واقعی دا دین دَ محمّدﷺ حق وی نو مونږ چې ېٔ دومره مودې راسې مخالفت کؤلو نو پهٔ مونږ لکه دَ تېرو قومونو عذاب ولې نهٔ راځی، چې دَ آسمان نه راباندې کاڼی ووریږی یا بل څهٔ سخت عذاب راشی۔ آخر دا عذاب ايسار ولې دے؟
وائی چې ابوجهل کله دَ لښکر سره روانېدو دَ بیت الله شریف پهٔ خوا کښې ېٔ دا دعا کړے وه۔ آخر څهٔ چې ېٔ غوښتل دَ هغې یوه نمونه ېٔ ولیده۔ پهٔ بدر کښې ابوجهل خپله دَ نورو یو کم اویا سردارانو سره قتل شو۔ اویا (۷۰) کسان ترېنه قتل شو۔ اؤ دَ لږو اؤ کمزوریو بې سرو سامانه مسلمانانو دَ لاسه داسې ذلیل شو (چې چا سره ېٔ سترګې نهٔ شوې لګؤلے) بېشکه دَ لوط علیه السّلام دَ قوم پهٔ شان ورباندې دَ آسمان نه کاڼی ونهٔ ورېدل لېکن دَ حضور اکرمﷺ دَ لاس یو موټے شګې ورته دَ آسمانی کاڼیو یو نمونه شوه۔ وَمَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَ لٰکِنَّ اللہَ رَمٰی۔
وَ مَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ وَ اَنْتَ فِیْهِمْ١ؕ وَ مَا كَانَ اللّٰهُ مُعَذِّبَهُمْ وَ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ۝۳۳
اؤ الله هرګز عذاب نهٔ راوستو پهٔ هغوی تر څو چې تهٔ پهٔ هغوی کښې موجود وې۔ ف۲۷ اؤ الله هرګز عذاب نهٔ راولی پهٔ هغوی تر څو چې هغوی معافی غواړی۔ ف۲۸
ف۲۷: دَ الله پاک عادت (سنّت الله) دا دے چې پهٔ کوم قوم باندې دَ پېغمبر دَ تکذیب اؤ مخالفت پهٔ وجه عذاب نازلوی نو خپل پېغمبر ترېنه وباسی۔ الله پاک چې حضور اکرمﷺ دَ مکّې معظّمې نه ووېستو نو هله دَ مکّې پهٔ مشرکانو پهٔ بدر کښې عذاب راغلو۔
ف۲۸: دَ عذاب راتلل دوؤ څیزونو بند کړی وو یو پهٔ مکّه معظّمه کښې دَ پېغمبر وجود اؤ بل استغفار۔ یعنی څنګه چې پهٔ مکّه معظّمه کښې دَ حضور اکرمﷺ دَ وجود پهٔ وجه پهٔ هغوی عذاب نهٔ راتلو۔ چې هغه ترېنه ووتو نو بیا پرې راغلو۔ دغسې تر څو چې یو بنده پهٔ ګناهونو پښیمانه وی اؤ توبه وباسی هغه دَ عذاب نه بچ وی اګر کهٔ ډېر سخت ګنهګار وی۔ حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ ګنهګارو پناه دوه څیزونه دی۔ زما وجود اؤ استغفار۔
تنبیه: وَ مَا کَانَ اللہُ لِیُعَذِّبَهُمْ کومه معنیٰ چې مترجمؒ خوښه کړے ده ځنو مفسرینو دغه لیکلی دی خو دَ اکثرو خیال دا دے چې دَ دې مطلب دا دے چې مشرکان چې څنګه خلافِ عادت عذاب غواړی چې ټول قوم بالکل تباه شی۔ پهٔ دوی داسې عذاب راتلو کښې دوه خبرې مانع دی (۱) یو دَ حضور اکرم پرنورﷺ وجود چې دَ هغې دَ برکته پهٔ دې اُمت (خوا اُمتِ دعوت دے کهٔ اُمتِ اجابت) داسې سخت عذاب نهٔ راځی چې ټول امت تباه شی۔ کهٔ پهٔ ځنو کسانو باندې پهٔ څهٔ وخت کښې راشی نو دا بیله خبره ده۔ (۲) اؤ بل دَ استغفار کؤنکیو وجود چې هغه مسلمانان وی کهٔ غیر مسلم لکه څنګه چې منقول دی چې مشرکانو به هم پهٔ تلبیه اؤ طواف کښې غُفْرَانَکَ غُفْرَانَکَ وئیل۔
نو دَ دې دوؤ خبرو پهٔ وجه ورباندې عام عذاب نهٔ چې ټول اُمت تباه شی۔ باقی معمولی قحط یا وبا یا دَ ځنو کسانو قتل دَ پېغمبر اؤ دَ استغفار کؤنکیو پهٔ موجودګیٔ کښې هم دَ تنبیه دپاره راتلې شی۔ آخر دا خلق چې دومره شرارت کوی نو معمولی تنبیه خو به خامخا ورکؤلے شی۔
وَ مَا لَهُمْ اَلَّا یُعَذِّبَهُمُ اللّٰهُ وَ هُمْ یَصُدُّوْنَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَ مَا كَانُوْۤا اَوْلِیَآءَهٗ١ؕ اِنْ اَوْلِیَآؤُهٗۤ اِلَّا الْمُتَّقُوْنَ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۳۴
اؤ پهٔ دوی کښې څهٔ خبره داسې ده چې الله به پرې عذاب نهٔ راولی سره دَ دې چې دوی منع کؤل خلق دَ مسجد حرام نه اؤ حال دا دے چې دوی دَ دې دَ اختیار خاوندان نهٔ دی۔ دَ دې دَ اختیار خاوندان خو هغه خلق دی چې پرهیزګار وی۔ لېکن پهٔ دوی کښې اکثر پهٔ دې نهٔ پوهیږی۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی عذاب پهٔ دې دوؤ سببو ایسار دے ګنی دَ ستاسو شرارت اؤ ظلم خو دې حد ته رسېدلے دے چې سمدستی درباندې عذاب راتلل پکار وو۔ دَ دې نه زیات ظلم به څهٔ وی چې دَ الله نوم اخستونکی پهٔ مسجد حرام کښې دَ عبادت نه منع کؤلے شی۔ اؤ بیا کمال خو دا دے چې دَ دې وجه دا بیانیږی چې مونږ دَ حرم متؤلیان یو ، مونږ ته اختیار دے چې څوک پرېږدو اؤ څوک منع کوؤ۔ دا زمونږ حق دے۔ حالانکې دا حق متؤلی ته هم نشته چې څوک جمات کښې عبادت کؤلو نه منع کړی۔ اؤ بل دا چې دوی متؤلیان کړی چا دی۔ دَ حرم دَ ولایت حق خو صرف دَ متقیانو اؤ پرهیزګارو بندګانو دے۔ مشرک اؤ دَ الله نه منکر کله دَ دې اختیامن کېدے شی۔ خو دا جاهلان پهٔ دې خبرو نهٔ پوهیږی دَ دوی خو دا خیال دے چې مونږ دَ ابراهیمؑ اولاد یو نو بیت الله شریف زمونږ دَ میراث حق دے۔ نور څهٔ پابندی پکښې نشته۔ نو الله پاک ورته وښیٔل چې دا دَ میراث کار نهٔ دے۔ دا خو دَ پرهیزګارو شے دے۔
وَ مَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِنْدَ الْبَیْتِ اِلَّا مُكَآءً وَّ تَصْدِیَةً١ؕ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ۝۳۵
اؤ نهٔ وهٔ دَ دوی نمونځ پهٔ دې کور (کعبه) کښې مګر شپیلی وهل اؤ لاس پړقؤل ، نو اوس وڅکیٔ عذاب دَ خپل کفر پهٔ بدله کښې۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی څوک چې دَ الله عبادت کوی هغه خو دَ الله پاک کور ته نهٔ پرېږدیٔ اؤ دَ دوی عبادت څهٔ دے، دغه چې دَ بیت الله شریف طواف پهٔ بربنډه کوی اؤ دَ الله دَ نوم اخستو پهٔ ځائې شپیلی وهی اؤ لاسونه پړقوی۔ دغه دَ دوی عبادت دے۔ لکه نن سبا چې هم ځنی قومونه ګهنټی ټکؤل اؤ ناقوص وهل غټ عبادت ګڼی۔ غرض دا چې خپله هم دَ الله عبادت نهٔ کوی اؤ نور هم ورته نهٔ پرېږدی اؤ دغه فضول کارونه عبادت ګڼی۔ چا وئیلی دی چې هغوی به شپیلی وهل اؤ لاسونه پړقؤل دَ مسلمانانو پهٔ عبادت کښې خلل راوستو دپاره کؤل ، اؤ دَ ټوقو اؤ نخرو دپاره۔ والله اعلم
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ لِیَصُدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ فَسَیُنْفِقُوْنَهَا ثُمَّ تَكُوْنُ عَلَیْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ یُغْلَبُوْنَ١ؕ۬ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ یُحْشَرُوْنَۙ۝۳۶
بېشکه څوک چې کافر دی هغوی لګوی خپل مالونه پهٔ دې غرض چې منع کړی خلق دَ الله دَ لارې نه ف۳۱ نو لا به نور لګوی خو آخر به ورپسې ارمان کوی۔ اؤ آخر به دوی مغلوب وی۔ اؤ څوک چې کافران دی دوزخ طرف ته به شړلی شی۔ ف۳۲
ف۳۱: دَ بدر پهٔ جنګ کښې دَ قریشو دولسو سردارانو دَ یوې یوې ورځې دَ لښکر خرڅ پهٔ خپله ذمه اخستې وهٔ۔ لس اوښان به دَ ورځې حلالېدل۔ بیا چې ماتې ېٔ وخوړهٔ اؤ مکّې معظّمې ته ورسېدل نو ابوسفیان ته ېٔ ووې چې څومره مال چې دې تجارتی قافلې راؤړے دے دا ټول مال دې دَ مسلمانانو نه بدل اخستو دپاره دَ جنګ پهٔ تیاریٔ ولګؤلے شی۔ دې آیت کښې دَ خرڅ نه دغه قسم خرڅونه مراد دی۔
ف۳۲: چې پهٔ دنیا کښې هم شکست وخوری ، شرمنده اؤ رسوا شی اؤ پهٔ آخرت کښې هم پهٔ عذاب کښې ګرفتار شی نو بیا به ارمانونه کوی اؤ پهٔ ځان به چکونه لګوی چې مال مو هم تباه شو اؤ کامیابی هم ونهٔ شوه۔ چنانچې اول پهٔ بدر کښې اؤ بیا پهٔ احد کښې ېٔ خپل ټول مالی اؤ بدنی طاقت دَ اسلام خلاف ولګؤلو خو هېڅ ېٔ هم ونهٔ کړې شو۔ آخر څهٔ هلاک اؤ رسوا شو اؤ څوک پښېمانه اؤ توبه ګار شو۔
لِیَمِیْزَ اللّٰهُ الْخَبِیْثَ مِنَ الطَّیِّبِ وَ یَجْعَلَ الْخَبِیْثَ بَعْضَهٗ عَلٰی بَعْضٍ فَیَرْكُمَهٗ جَمِیْعًا فَیَجْعَلَهٗ فِیْ جَهَنَّمَ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۠۝۳۷
چې جُدا کړی الله ناپاک دَ پاکو نه اؤ جمع ېٔ کړی یو بل دپاسه بیا ېٔ پهٔ یو ځائې دلۍ کړی ټول۔ بیا ېٔ وغورزوی پهٔ دوزخ کښې، ف۳۳ هم دغه خلق دی پهٔ تاوان کښې ف۳۴
ف۳۳: موضح القرآن کښې دی چې الله پاک به ورو ورو اسلام ته غلبه ورکړی۔ پهٔ دې زمانه کښې به کافر خپل مالی اؤ بدنی ټول طاقت راجمع کړی اؤ خپل کوشش به پوره وکړی چې دَ نیک اؤ بد امتیاز وشی۔ یعنی دَ چا قسمت کښې اسلام لیکلے وی هغه به اسلام راؤړی بچ به شی اؤ دَ چا قسمت کښې چې پهٔ کفر مرګ دے هغوی به ټول دوزخ ته روان شی۔
ف۳۴: یعنی پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې تاوانی شو۔
قُلْ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّنْتَهُوْا یُغْفَرْ لَهُمْ مَّا قَدْ سَلَفَ١ۚ وَ اِنْ یَّعُوْدُوْا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْاَوَّلِیْنَ۝۳۸
تهٔ ووایه کافرانو ته کهٔ دوی منع شو نو معاف به شی ورته څهٔ چې شوی۔ ف۳۵ اؤ کهٔ بیا هم هغسې کوی ، پهٔ تحقیق تېره شوے ده طریقه دَ الله پهٔ حق دَ پخوانو کښې۔ ف۳۶
ف۳۵: یعنی کهٔ اوس هم دَ کفر نه توبه وباسی اؤ دَ اسلام دښمنیٔ نه واؤړی اؤ اسلام راؤړی نو تېر ګناهونه اؤ نافرمانیٔ به ورته ټولې معاف شی۔ اَلْاِسْلَامُ یَهْدِمُ مَا کَانَ قَبْلَهٗ (دَ بندګانو حق نهٔ معاف کیږی اؤ نور ګناهونه ورته معاف شی)
ف۳۶: یعنی څنګه چې تېر قومونه دَ پېغمبرانو دَ خلاف پهٔ وجه تباه شوی دی دغسې به دوی هم تباه شی یا لکه څنګه چې پهٔ بدر کښې دَ دوی وروڼو ته سزا ورکړې شوه دغسې پهٔ نورو موقعو دې نورو ته هم ورکړې شی۔
وَ قَاتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ وَّ یَكُوْنَ الدِّیْنُ كُلُّهٗ لِلّٰهِ١ۚ فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ بِمَا یَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۳۹
اؤ دوی سره جنګ کویٔ تر هغه چې پاتې نهٔ شی فتنه ف۳۷ اؤ حکم یواځې دَ الله شی۔ ف۳۸ بیا کهٔ دوی منع شو نو بېشکه الله دَ دوی کارونه وینی۔ ف۳۹
ف۳۷: یعنی دَ کافرو دومره طاقت پاتې نهٔ شی چې څوک دَ اسلام راؤړو نه منع کړې شی یا دَ حق مذهب اسلام دَ ختمؤلو کوشش وکړې شی۔ تاریخ پهٔ دې ګواه دے چې کله کافرو طاقت حاصل کړے دے دَ مسلمانانو دین اؤ مذهب ته خطره پیدا شوے ده۔ دَ سپین مثال دَ سترګو دَ وړاندې دے چې څنګه کافرانو ته موقع پهٔ لاس ورغله نو مسلمانان ېٔ ختم کړل۔ یا ېٔ قتل کړل اؤ یا ېٔ دَ دین نه واړؤل۔ بهرحال دَ جهاد اولنے مقصد دا دے چې اهلِ اسلام پهٔ اطمینان دَ الله پاک عبادت کؤلے شی اؤ مذهب اسلام دَ کفر دَ لاسه محفوظ شی۔ دَ فتنې هم دغه تفسیر دَ ابنِ عمرؓ اؤ ډېرو اصحابوؓ نه منقول دے۔
ف۳۸: دَ ”جهاد“ آخری مقصد دا دے چې دَ کفر غلبه ورکه شی۔ دینِ حق غالب شی اؤ پهٔ دنیا کښې یو دَ الله حکم جاری شی۔ لِیُظْهِرَہٗ عَلَی الدِّیْنِ کُلِّهٖ۔ خواه دنیا کښې نور باطل دینونه هم موجود وی خو غلبه اسلام ته حاصله شی لکه دَ خلفائے راشدین پهٔ زمانه کښې۔ اؤ کهٔ داسې وی چې باطل مذهبونه بالکل ختم شی اؤ دنیا کښې صرف اسلام پاتې شی۔ لکه دَ عیسٰیؑ دَ راکوزېدو پهٔ وخت کښې چې به شی۔ (قیامت ته نژدے)۔
بهرحال دا آیت دَ دې څرګند دلیل دے چې جهاد اؤ کفّارو سره جنګ دَ حملې پهٔ شکل کښې وی اؤ کهٔ دَ دفاع پهٔ شکل کښې ، پهٔ مسلمانانو فرض دے تر هغه وخته تر څو چې دا اعلیٰ اؤ آخری مقصد نهٔ وی حاصل شوے۔ ځکه پهٔ احادیثو کښې راځی اَلْجِهَادُ مَاضٍ اِلیٰ یَوْمِ الْقِیَامَةِ (جهاد به تر قیامته جاری وی) دَ جهاد نور احکام پهٔ تفصیل سره دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې موجود دی۔
ف۳۹: یعنی څوک چې پهٔ ظاهره دَ شرارت اؤ کفر نه منع شی دَ هغو سره جنګ نشته۔ دَ هغوی دَ زړونو حال اؤ دَ مستقبل حالت ېٔ الله پاک ته وسپاریٔ۔ کهٔ پهٔ زړونو کښې ېٔ پټ څهٔ وی نو دَ الله پاک نه ېٔ نهٔ شی پټؤلے۔ هغه به ورته هغسې بدله ورکوی۔ مسلمانانو ته صر ف پهٔ ظاهری حال دَ عمل کؤلو حکم دے۔ پهٔ حدیث کښې راځی۔ اُمِرْتُ اَنْ اُقَاتِلَ النَّاسَ حَتّٰی یَقُوْلُوْا لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللہُ فَاِذَا قَالُوْها عَصَمُوْا مِنِّیْ دِ مَاءَهُمْ وَ اَمْوَالَهُمْ اِلَّا بِحَقِّهَا وَ حِسَابُهُمْ عَلَی اللہِ عَزَّ وَ جَلَّ۔
وَ اِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَوْلٰىكُمْ١ؕ نِعْمَ الْمَوْلٰی وَ نِعْمَ النَّصِیْرُ۝۴۰
اؤ کهٔ نهٔ منی نو پوهه شیٔ چې الله ستاسو ملګرے دے۔ څهٔ ښهٔ ملګرے دے اؤ څهٔ ښهٔ مددګار دے۔ ف۴۰
ف۴۰: یعنی مسلمانانو ته پکار دی چې صرف دَ الله دَ امداد اؤ طاقت پهٔ اعتماد جهاد کوی۔ دَ کافرو دَ ډېروالی اؤ ساز و سامان هېڅ خیال نهٔ کوی۔ څنګه چې پهٔ بدر کښې تاسو تماشه وکړه چې الله دَ مسلمانانو امداد وکړو۔