پارہ 07

وَ اِذَا سَمِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَی الرَّسُوْلِ تَرٰۤی اَعْیُنَهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوْا مِنَ الْحَقِّ١ۚ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ۝۸۳
اؤ چې دوی اوری هغه چې نازل شوی دی پهٔ رسول باندې نو وینې به تهٔ دَ دوی سترګې چې رابهیږی به ترېنه اوښې ځکه چې دوی پوهه شول پهٔ حق خبره ، وائی اے زمونږه ربه مونږ ایمان راوړے نو تهٔ مونږ ولیکه دَ منونکیو سره۔
وَ مَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَ مَا جَآءَنَا مِنَ الْحَقِّ١ۙ وَ نَطْمَعُ اَنْ یُّدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصّٰلِحِیْنَ۝۸۴
اؤ پهٔ مونږه څهٔ شوی چې یقین به نهٔ کوو پهٔ الله باندې اؤ پهٔ هغه چې مونږ ته را رسیدلی دی دَ حق نه اؤ طمع ولرو دَ دې چې داخل به کړی مونږه خپل رب دَ نیکانو خلقو سره۔
فَاَثَابَهُمُ اللّٰهُ بِمَا قَالُوْا جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ وَ ذٰلِكَ جَزَآءُ الْمُحْسِنِیْنَ۝۸۵
نو پهٔ بدل کښې ورکړل دوی ته الله دَ دې وینا پهٔ وجه داسې باغونه چې بهیږی ترې لاندې نهرونه وسی به هم پهٔ دې کښې ، اؤ هم دا بدله ده دَ نیکیٔ کونکیو۔
وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ۠۝۸۶
اؤ کوم خلق چې منکر شو اؤ دروغ ېٔ ووې زمونږ آیتونو ته ، هم دغه خلق دَ دوزخ وسیدونکی دی۔ ف۲۱۴
ف۲۱۴: پهٔ دې آیت کښې ښودلی شوی دی چې دَ مسلمانانو سره دَ یهودو دښمنی خالص دَ بغض اؤ کینې پهٔ وجه ده۔ دَ حضور اکرمﷺ چې دَ کومو مخالفو قومونو سره مقابله وه پهٔ هغې کښې دا دوه قومونه یهود اؤ مشرکان دَ اسلام اؤ مسلمانانو سخت دښمنان وو۔ دَ مکې معظمې دَ مشرکانو ظلمونه خو څرګند دی خو یهودو هم څهٔ کمې نهٔ دے کړے۔ دَ چت نه پهٔ کاڼی راغوزؤلو ېٔ دَ حضور اکرمﷺ دَ شهادت کوشش کړے وهٔ۔ پهٔ خوراک کښې ېٔ زهر ورکړی وو۔ پهٔ جادو اؤ ټوټکو ېٔ خپل وس کړے وهٔ۔ هغوی څهٔ نهٔ وو کړی؟ (دَ مشرکانو سره ېٔ پهٔ جنګ کښې هم دَ مسلمانانو خلاف ساز باز کؤلو خو پهٔ هېڅ کښې نهٔ کامیابېدل) دَ دې پهٔ مقابله کښې عیسایان هم کافر وو۔ دَ اسلام اؤ مسلمانانو ترقی ېٔ خوښه نهٔ وه لېکن پهٔ هغوی کښې دَ حق اورېدو طاقت دَ دوی نه زیات وهٔ۔ دَ هغوی زړهٔ به دَ اسلام طرف ته زر مائل کېدو۔ دا ځکه چې تر دې وخته پهٔ عیسایانو کښې دَ دین دَ علم زور دَ نورو قومونو نه زیات وهٔ۔ پهٔ خپله طریقه دَ ترکِ دنیا اؤ دَزهد ژوند تیرونکی پکښې زیات وو۔ دَ زړهٔ نرمی اؤ تواضع (کبر نهٔ کؤل) دَ هغوی خاص صفت وهٔ۔ اؤ دا صفتونه چې پهٔ کوم قوم کښې وی هغوی حق منلو ته زر تیارېدے شی ، ځکه چې دَ حق قبلؤلو پهٔ لار کښې اکثر درے (۳) خنډان وی۔ جهالت ، دَ دنیا محبت ، حسد اؤ بغض پهٔ عیسایانو کښې دَ عالمانو دَ طاقت پهٔ وجه جهل کم اؤ دَ دروېشانو پهٔ وجه پکښې دَ دنیا محبت اؤ حرص ډېر نهٔ وهٔ۔ دَ نرم زړهٔ اؤ تواضع دَ خوئی پهٔ وجه بغض اؤ کینه پکښې کمه وه ، اؤ کبر پکښې نهٔ وهٔ۔ چنانچې دَ مصر بادشاه مقوقس اؤ دَ روم بادشاه (قیصر روم) اؤ دَ حبشو بادشاه نجاشی چې دَ حضور اکرمﷺ دَ قاصدانو سره کوم ښهٔ سلوک کړے وهٔ هغه پهٔ دې ګواه دے چې دې قوم کښې دَ حق خبرې اورېدو صلاحیت دَ نورو قومونو نه زیات وهٔ۔ دَ مکې معظمې دَ مشرکانو دَ ظلم دَ لاسه چې کومو اصحابوؓ حبشې ته هجرت کړے وهٔ اؤ مشرکانو هلته هم خپله پروپیګنډه پرې نهٔ ښوه۔ دَ نجاشی دربار ته ېٔ ورپسې خپل سړی واستؤل نو هغهٔ یوه ورځ مسلمانان را وغوښتل اؤ دَ حضرت عیسٰیؑ متعلق ېٔ ترېنه دَ مسلمانانو دَ عقیدې تپوسونه وکړل۔ حضرت جعفرؓ دَ سورتِ مریم یو څو آیتونه تلاوت کړل اؤ خپله عقیده ېٔ ورته صفا صفا څرګنده کړه۔ بادشاه دَ دې پهٔ اورېدو ډېر متاثر شو اؤ اقرار ېٔ وکړو چې دَ حضرت مسیحؑ متعلق چې قرآن څهٔ بیان کړے دے دا بالکل صحیح دے اؤ دَ تورات دَ بشارت مطابق ېٔ پهٔ حضور اکرمﷺ ایمان راؤړو۔ قصه وږده ده خو مختصر دا چې اخر دَ هجرت نه څو کاله پس دَ اویا(۷۰) نو مسلم عیسایانو یو وفد دَ حضور اکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو۔ دوی چې مدینې منورې ته راورسېدل اؤ دَ الله کلام ېٔ واؤرېدو نو پهٔ ژړا شو۔ دَ سترګو نه ېٔ اوښې بهېدے اؤ پهٔ خُلهٔ ېٔ وې ” رَبَّنَا اٰمَنَّا فَاکْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ“ (الآیة) پهٔ دې آیتونو کښې دَ دغې واقعې بیان دے۔ تر قیامته پورې دَ عیسایانو متعلق څهٔ خبرې نهٔ وې چې ګنی همېشه دپاره به دَ یهودو اؤ مشرکانو تعلقات دَ مسلمانانو سره دغسې خراب وی اؤ دَ عیسایانو به ښهٔ وی۔ نن چې کوم عیسایان دی پهٔ هغوی کښې تاسو ته څومره قِسّیسَین (دَ تورات عالمان) اؤ راهبان (تارکِ دنیا) اؤ متواضعین نرم زړی پهٔ نظر راځی؟ اؤ څومره دی چې دَ الله دَ کلام پهٔ اورېدو ېٔ دَ سترګو نه اوښې بهیږی؟ کوم چې دَ هغوی حق ته دَ نژدے کېدو علامه ده اؤ کله چې هغه علامات نشته نو دَ هغوی به دَ حق سره محبت ولې وې؟ بهرحال کوم صفتونه چې دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې دَ عیسایانو ، یهودو اؤ مشرکانو بیان شوی وو هغه اوصاف چې پهٔ څومره درجه کښې پهٔ کوم قوم کښې موجود وی محبت به ېٔ هم پهٔ هغه درجه کښې وی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُحَرِّمُوْا طَیِّبٰتِ مَاۤ اَحَلَّ اللّٰهُ لَكُمْ وَ لَا تَعْتَدُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ۝۸۷
اے ایماندارو مهٔ حرامویٔ پهٔ ځان هغه پاک څیزونه کوم چې حلال کړی دی تاسو ته الله اؤ دَ حد نه زیاتے مهٔ کویٔ ، بېشکه الله نه خوښوی دَ حد نه وتونکی۔
وَ كُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا١۪ وَّ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اَنْتُمْ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ۝۸۸
اؤ خوریٔ دَ الله درکړی رزق نه حلال اؤ پاک څیزونه۔ اؤ ویرېږیٔ دَ هغه الله نه چې تاسو ورباندې ایمان لریٔ۔ ف۲۱۵
ف۲۱۵: دَ دې سورت پهٔ شروع کښې دَ وعدې پوره کؤلو دَ تاکید نه پس دَ حرامو اؤ حلالو حکم بیان شوے وهٔ۔ پهٔ دې ضمن کښې دَ ځنو مناسبتونو پهٔ وجه دَ کومو ذکر چې مونږ پهٔ خپل خپل ځائې کړے دے دَ نورو مفیدو مضامینو سلسله هم شروع شوه اؤ پهٔ خبره کښې خبره پیدا کېده۔ دا ټول ضمنی مضامین چې ختم شو نو دَ دې دپاره پهٔ وړومبنیٔ رکوع کښې بیا اصل مضمون طرف ته واپس شو اؤ مزه خو دا ده چې دَ دې نه مخکښې رکوع کښې چې کوم مضمون تېر شوے دے دَ دې رکوع مضمون دَ هغې سره هم پوره مربوط دے۔ پهٔ مخکښې رکوع کښې چې دَ یهودو اؤ عیسایانو کوم خویونه بیان شو دَ هغې خلاصه دوه خبرې وې۔ یعنی دَ یهودو پهٔ حرص اؤ حرام خوریٔ کښې غرقېدل چې پهٔ دین کښې دَ کمی (تفریط فی الدین) سبب شو اؤ دَ عیسایانو پهٔ دین کښې دَ حد نه زیاتے (افراط) چې نتیجه ېٔ ترکِ دنیا کؤل اؤ (رهبانیت) شو۔ بېشکه رهبانیت کښې دَ نیت اؤ اصلی منشا پهٔ اعتبار څهٔ قدرې ښه والے هم شته ځکه پهٔ ذٰلِکَ بِاَنَّهُمْ (الاٰیۃ) کښې دَ صفت پهٔ ځائې کښې راؤړې شوے دے۔ لېکن پهٔ دې طریقه دَ دنیا ترک دَ هغې عظیم مقصد اؤ قدرتی قانون پهٔ لار کښې خنډ دے دَ کوم خیال چې دَ دنیا خالق ساتلے دے۔ ځکه ضروری ده چې هغه عالمګیر مذهب کوم چې دَ ټولې دنیا دَ ټولو بنیادمو دپاره دَ دنیا اؤ آخرت دَ ابدی اصلاح ذمه وار دے چې پهٔ دې مبتدعانه طریقه عبادت سخت تنقید وکړی۔ یو مذهب هم داسې جامع ، معتدل اؤ فطری تعلیم دَ بنیادمو دَ ترقیٔ دَ هرې شعبې متعلق نهٔ دے پېش کړے کوم چې قرآن کریم پهٔ دې دوؤ آیتونو کښې پېش کړے دے۔ پهٔ دې آیتونو کښې الله پاک مسلمانان صفا منع کړی دی چې تاسو خوندناک، حلال اؤ پاک څیزونه پهٔ ځان باندې دَ عقیدې پهٔ لحاظ یا عملًا مهٔ حرامویٔ۔ یواځې دا نه بلکې مسلمانانو ته ېٔ دَ الله پاک ورکړی حلالو اؤ پاکو نعمتونو نه دَ فائدې اخستو ترغیب ورکړے دے لېکن دَ دوؤ شرطونو سره۔ (۱) چې دَ حد نه زیاتے مهٔ کویٔ (۲) اؤ تقویٰ اختیار کړیٔ۔ (دَ الله نه ویره کویٔ) دَ زیاتی دوه شکله دی ، یو خو دا چې دَ عیسایانو پهٔ شان حلال څیزونه هم پهٔ ځان حرام کړی اؤ پهٔ رهبانیت کښې مبتلا شی۔ اؤ بل دا چې دَ دنیا پهٔ لذّتونو کښې داسې ډوب شی چې دَ یهودو پهٔ شان دَ ژوند مقصد صرف دغه دَ دنیا خوشحالیٔ اؤ راحت وګڼی اؤ آخرت بالکل هېر کړی۔ مطلب دا چې دَ افراط و تفریط دواړو ترمینځه معتدله اؤ درمیانه لار خوښه کړیٔ۔ نهٔ دَ دنیا پهٔ خواهشاتو کښې غرق کېدل جائز دی اؤ نهٔ ېٔ بالکل دَ رهبانیت پهٔ طریقه ترک کؤل جائز دی۔ دَ رهبانیت پهٔ طریقه قید ورسره دې دپاره ولګېدو چې کله کله دَ بدن یا نفس دَ علاج پهٔ غرض دَ ځنو مباح څیزونو نه عارضی طور پرهېز کؤلے شی ، دا منع نهٔ دی۔ بل دا چې مسلمان ته دَ تقویٰ حکم دے۔ یعنی دَ الله دَ ویرې دَ ځنو کارونو نه منع کېدل اؤ دَ تجربې نه دا معلومه شوے ده چې کله کله دَ ځنو مباح څیزونو دَ استعمال پهٔ وجه بنده دَ حرام اؤ ممنوع څیز مرتکب کیږی۔ دَ داسې مباح څیزونو نه دَ قسم خوړلو پهٔ وجه اؤ ثواب پهٔ خیال نه بلکې دَ احتیاط پهٔ طریقه کهٔ دَ هغې دَ مباح کېدو دَ عقیدې سره ترې څوک پرهېز وکړی نو دا رهبانیت نهٔ دے بلکې تقویٰ ده۔ حدیث شریف دے : لَا یَبْلُغُ الْعَبْدُ اَنْ یَّکُوْنَ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ حَتّٰی یَدَعَ مَالَا بَاْسَ بِهٖ حَذَرًا مِمَّا بِهٖ بَاْسٌ (ترمذی) (یو بنده پرهېزګار (متّقی) کېدے نهٔ شی تر څو چې داسې څیزونه چې دَ هغې څهٔ باک نشته دَ داسې څیزونو دپاره پرې نهٔ ږدی کوم چې منع دی) مطلب دا چې دَ زیاتی ترک کؤلو اؤ تقویٰ اختیارؤلو پهٔ طریقه بنده دَ هر قسم نعمتونو نه فائده اخستے شی اؤ دَ ژوند پهٔ هره شعبه کښې ترقی کؤلے شی۔
لَا یُؤَاخِذُكُمُ اللّٰهُ بِاللَّغْوِ فِیْۤ اَیْمَانِكُمْ وَ لٰكِنْ یُّؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُّمُ الْاَیْمَانَ١ۚ فَكَفَّارَتُهٗۤ اِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسٰكِیْنَ مِنْ اَوْسَطِ مَا تُطْعِمُوْنَ اَهْلِیْكُمْ اَوْ كِسْوَتُهُمْ اَوْ تَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ١ؕ فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ ثَلٰثَةِ اَیَّامٍ١ؕ ذٰلِكَ كَفَّارَةُ اَیْمَانِكُمْ اِذَا حَلَفْتُمْ١ؕ وَ احْفَظُوْۤا اَیْمَانَكُمْ١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۸۹
نهٔ نیسی الله تاسو پهٔ عبث قسمونو ف۲۱۶ مګر نیسی مو پهٔ هغه قسمونو چې تاسو کلک کړی۔ نو دَ هغې کفّاره ده لسو مسکینانو ته خوراک ورکؤل درمیانه درجه خوراک کوم چې تاسو ورکویٔ خپلو کورونو کښې ف۲۱۷ یا جامه ورکؤل ف۲۱۸ یا یو څټ (غاړه) ازادؤل ، ف۲۱۹ بیا چا سره چې دا نهٔ وی نو روژې نیؤل دی درے ورځې۔ ف۲۲۰ دا کفّاره ده ستاسو دَ قسمونو کله چې تاسو قسم وخوریٔ ، اؤ حفاظت کویٔ دَ خپلو قسمونو۔ ف۲۲۱ دغه شان الله بیانوی تاسو ته خپل حکمونه چې تاسو احسان ومنیٔ۔ ف۲۲۲
ف۲۱۶: یعنی پهٔ عبث قَسم (یمینِ لغو) باندې پهٔ دنیا کښې داسې کفاره نشته لکه پهٔ کلک قسم (یمینِ منعقده) چې واجب ده۔ دَ لغو اؤ عبث قَسم تفسیر دَ دریٔمې(۳) سپارې پهٔ اخر کښې تېر شوے دے۔ ذکر دَ حلال څیز پهٔ ځان حرامؤلو وهٔ اؤ دَ حرامؤلو پهٔ طریقه دَ څیز نه قسم خوړل هم دی نو ځکه دلته دَ قسم خوړلو احکام بیان شو۔
ف۲۱۷: یعنی کهٔ چا قسم مات کړو نو کفّاره ېٔ دا ده چې لسو (۱۰) کسانو ته خوراک ورکړی۔ پهٔ خوراک ورکؤلو کښې دا اجازت دے کهٔ څوک لسو (۱۰) کسانو ته پهٔ یو ځائې خوراک ورکوی اؤ کهٔ یو کس ته دَ صدقهٔ فطر برابر غله یا قیمت ورکوی۔
ف۲۱۸: یعنی دومره قدر جامه چې دَ بدن اکثره حصه پرې پټه شی لکه قمیص پرتوګ یا لنګ اؤ څادر۔
ف۲۱۹: یعنی یو غلام آزادؤل پهٔ دې کښې دَ مسلمان شرط نشته۔
ف۲۲۰: یعنی پهٔ مخه درے ورځې روژې ونیسی ، اؤ دَ نهٔ حاصلېدو مطلب دا دے چې بنده غریب وی ، دَ نصاب مالک نهٔ وی۔ (کذا فی روح المعانی)
ف۲۲۱: دَ قسمونو حفاظت دا دے چې بې ضرورته پهٔ هره خبره قسم خوړلو نه ځان وساتی۔ دا ډېر ناکاره عادت دے۔ اؤ کهٔ قسم ېٔ وخوړو نو بیا ېٔ تر خپله وسه پوره کوی څومره چې کېدے شی۔ دَ ماتؤلو نه ېٔ ځان بچ کړی اؤ کهٔ پهٔ څهٔ وجه ېٔ مات کړو نو چې کفّاره ېٔ ورکړی۔ دا ټول دَ قسم دَ حفاظت طریقې دی۔
ف۲۲۲: څومره لوئے احسان دے چې مونږ دَ پاکو څیزونو نه ځان ساتلو نو دَ دې نه ېٔ منع کړو۔ اؤ کهٔ پهٔ غلطیٔ سره چا پهٔ ځان حرام کړو نو دَ قسم دَ حفاظت سره ېٔ راته دَ هغې دَ حلالؤلو طریقه وښیٔله۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّمَا الْخَمْرُ وَ الْمَیْسِرُ وَ الْاَنْصَابُ وَ الْاَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ فَاجْتَنِبُوْهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۝۹۰
اے ایماندارو دا شراب اؤ جواری اؤ بُتان اؤ فالونه ف۲۲۳ ټول پلیت دی دَ شیطان کارونه۔ نو دَ دې نه ځان وساتیٔ چې تاسو نجات بیا مومیٔ۔ ف۲۲۴
ف۲۲۳: د انصاب اؤ ازلام تفسیر دَ دې سورت پهٔ شروع کښې دَ آیت وَ مَا ذُبِحَ عَلَی النُّصُبِ وَ اَنْ تَسْتَقْسِمُوْا بِالْاَزْلَامِ پهٔ فوائدو کښې راغلے دے۔
ف۲۲۴: دَ دې آیت نه مخکښې هم دَ شرابو پهٔ حق کښې آیتونه نازل شوی دی۔ اول دا آیت نازل شو یَسْئَلُوْنَکَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ قُلْ فِیْهِمَا اِثْمٌ کَبِیْرٌ وَّ مَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَ اِثْمُهُمَا اَکْبَرُ مِنْ نَّفْعِهِمَا (سوره بقره ، رکوع ۲۷) اګرچې پهٔ دې کښې دَ شرابو دَ حُرمت دپاره واضحه اشاره وه بیا هم صفا دَ پرېښو حکم نهٔ وهٔ۔ ځکه حضرت عمرؓ وفرمائیل اَللّٰهُمَّ بَیِّنْ لَّنَاشَافِیًا (اے الله مونږ ته صفا حکم را واستوه) دَ دې نه پس دویٔم آیت نازل شو: ”یٰٓاَ یُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْرَبُوا الصَّلٰوۃَ وَ اَنْتُمْ سُکٰرٰی الیٰ آخر الآیة (سوره النساء ، رکوع ۶) پهٔ دې کښې هم څرګنده اشاره وه چې دا شے ډېر ژر حرام کېدونکے دے خو بیا هم دَ حُرمت څرګند حکم نهٔ وهٔ۔ چونکې پهٔ عربو کښې دَ شرانو رواج ډېر زیات وهٔ نو یکدم ېٔ پرېښؤل خلقو ته آسان نهٔ وو۔ ځکه حکیمانه طور درجه پهٔ درجه اول دَ خلقو پهٔ زړونو کښې دَ دې نه نفرت پیدا کړې شو اؤ دَ دې خرابی پهٔ ذهن کښې کښېؤلے شوه (نو بیا دَ قطعی بندېز حکم راغلو) پهٔ دې آیت باندې حضرت عمرؓ بیا ووې۔ ”اَللّٰهُمَّ بَیِّنْ لَّنَا بَیَانًا شَافِیًا“ پهٔ آخر کښې دَ سورتِ مائده دا آیتونه نازل شول: یٰٓاَ یُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا نه تر فَهَلْ اَنْتُمْ مُنْتَهُوْنَ پورې چې پهٔ دې کښې صفا صفا دَ بُت پرستیٔ پهٔ شان دَ شرابو نه هم دَ بچ کېدو هدایت وشو۔ دَ دې آیت پهٔ نازلېدو حضرت عمرؓ وفرمائیل ”اِنْتَهَیْنَا اِنْتَهَیْنَا“ (مونږ منع شو مونږ منع شو) اؤ مسلمانانو دَ شرابو چاټۍ اؤ لوښی هر څهٔ مات کړل۔ شراب خانې ېٔ ورانې کړې اؤ دَ مدینې منوّرې پهٔ لارو کوڅو کښې شراب دَ اوبو پهٔ شان وبهېدل۔ ټولو عربو ګنده شراب پرېښؤل اؤ دَ معرفتِ خداوندی دَ پاکو شرابو پهٔ نشه بې خوده شو۔ دَ اُمُّ الْخَبَائِثْ (دَ پلیتیٔ دَ جرړې) پهٔ مقابله کښې دَ حضور اکرمﷺ دا جهاد داسې کامیاب شو چې دَ دنیا پهٔ تاریخ کښې ېٔ نظیر نهٔ شی موندے۔ دَ الله قدرت ته ګوریٔ چې کوم څیز قرآن کریم دومره مخکښې راسې پهٔ سختیٔ منع کړو۔ نن دَ یورپ دَ ټولو نه زیات شراب خورو ملکونو هم دَ دې څیز خرابے اؤ نقصان محسوس کړو اؤ دَ بندؤلو کوششونه ېٔ کوی (خو کامیابیږی نه)
اِنَّمَا یُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّوْقِعَ بَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَ الْبَغْضَآءَ فِی الْخَمْرِ وَ الْمَیْسِرِ وَ یَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَ عَنِ الصَّلٰوةِ١ۚ فَهَلْ اَنْتُمْ مُّنْتَهُوْنَ۝۹۱
شیطان خو دا غواړی چې ستاسو ترمینځه دشمنی اؤ کینه واچوی دَ شرابو اؤ جواریٔ پهٔ وجه اؤ تاسو منع کړی دَ الله دَ یاد نه اؤ دَ نمانځهٔ نه۔ نو تاسو به اوس هم منع شیٔ؟ ف۲۲۵
ف۲۲۵: دَ شرابو پهٔ نشه کښې چې عقل ترېنه لاړ شی اکثر شرابیان خپلو کښې جګړې کوی۔ دَ دې جګړو اثر دَ نشې ختمېدو نه پس هم اکثر باقی پاتې شی اؤ پهٔ خپلو کښې دښمنی جوړه شی۔ دَ دې نه زیات خراب حال دَ جواریٔ دے۔ پهٔ دې کښې هم پهٔ ګټه بیلات فسادونه کیږی اؤ شیطان ته دَ ورانئ موقع پهٔ لاس ورځی۔ دا خو ېٔ ظاهری خرابیٔ دی اؤ غټ باطنی نقصان ېٔ دا دے چې بنده دَ الله پاک دَ یادو اؤ عبادت نه غافل کیږی۔ دَ دې دلیل مشاهده اؤ تجربه ده۔ دَ شطرنج لوبغاړو ته وګوریٔ چې نمونځ اودس څهٔ چې روټۍ ېٔ هم نهٔ وی یاده۔ چې پهٔ لوبه ونښلی نو دَ کور دَ حاله هم ځان نهٔ خبروی۔ دا څیز چې دومره ظاهری اؤ باطنی نقصانات لری نو ولې یو مسلمان به ترېنه اوس هم ځان نهٔ ساتی؟ (ضرور به ساتی)
وَ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَ احْذَرُوْا١ۚ فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ۝۹۲
اؤ حکم ومنیٔ دَ الله اؤ حکم ومنیٔ دَ رسول اؤ بچ وسیٔ بیا کهٔ تاسو مخ وګرځؤلو نو پوهه شیٔ چې زمونږ دَ رسول پهٔ ذمه صرف واضح پېغام رسؤل دی۔ ف۲۲۶
ف۲۲۶: کهٔ دَ یو څیز پهٔ نفع اؤ نقصان نهٔ پوهېږیٔ هم دَ الله اؤ رسولﷺ حکم ته غاړه کېږدیٔ اؤ دَ قانون دَ خلاف کؤلو نه ځان ساتیٔ۔ پېغمبر خو تاسو ته دَ الله قانون در ورسؤلو دَ هغهٔ دغه هومره کار وهٔ۔ دَ خلاف کؤلو پهٔ نتیجه اوس تاسو خپله سوچ وکړیٔ۔
لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّ اٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّ اَحْسَنُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ۠۝۹۳
بیا چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، پهٔ هغوی هېڅ ګناه نشته پهٔ هغې کښې چې ېٔ مخکښې خوړلی چې آئنده دپاره وویرېدل ، اؤ ایمان ېٔ راؤړو ، اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، بیا ویرېدل ، اؤ یقین ېٔ وکړو ، بیا ویرېدل ، اؤ نیکی ېٔ وکړه۔ اؤ الله محبت کوی دَ نیکانو سره ف۲۲۷
ف۲۲۷: پهٔ صحیح احادیثو کښې ذکر دے چې کله دَ شرابو دَ حرامېدو آیتونه نازل شول نو اصحابوؓ دَ حضور اکرمﷺ نه تپوس وکړو چې یا رسول اللهﷺ دَ هغې مسلمانانو به څهٔ حال وی چا چې دَ حرامېدو نه مخکښې شراب څښلی وی اؤ پهٔ دغه حالت کښې وفات شوی وی؟ مثلًا بعضې اصحابوؓ دَ اُحد پهٔ جنګ کښې دَ شرابو څښلو نه پس شرکت کړے وهٔ اؤ پهٔ دغه حال کښې شهیدان شول چې پهٔ ګېډه کښې ېٔ شراب پراتهٔ وو۔ نو دَ دې جواب کښې دا آیتونه نازل شو۔ دَ دې آیتونو دَ الفاظو عام والی اؤ نورو روایتونو ته چې وکتے شی نو مطلب ېٔ دا معلومیږی چې ژوندی وی کهٔ مړی چا چې ایمان راؤړو اؤ یو مباح څیز ېٔ دَ حرام کېدو نه مخکښې دَ مباح کېدو پهٔ وخت کښې خوړلے څښلے وی دَ دې هېڅ باک نشته بیا خاص هغه خلقو ته چې پهٔ عامو حالاتو کښې تقویٰ دار اؤ ایماندار وی بیا پهٔ دغه صفتونو کښې ترقی کوی تر دې چې دَ احسان مرتبې ته ورسی چې دَ یو مؤمن دپاره دَ روحانی ترقیٔ آخری مرتبه ده۔ پهٔ دې مرتبه کښې الله دَ بنده سره خاص محبّت اؤ مهربانی کوی ( پهٔ حدیث جبریلؑ کښې دی: اَلۡاِحۡسَانُ اَنۡ تَعۡبُدَاللہَ کَاَنَّکَ تَرَاہُ) نو کومو پاکو اصحابوؓ چې خپل عمر پهٔ تقویٰ کښې تېر کړے وهٔ اؤ دَ احسان درجې ته رسېدلی وو پهٔ دغه حالت کښې دَ الله پاک دپاره شهیدان شو۔ دَ هغوی متعلق پهٔ زړهٔ کښې داسې شک شبه کؤل ښهٔ نهٔ دی چې هغوی یو داسې څیز استعمال کړے وهٔ چې هغه وخت حرام نهٔ وهٔ خو بیا وروستو حرام شو۔ محققینو لیکلی دی چې دَ تقویٰ (دین دَ نقصانی څیزونو نه بچ کېدل) ډېرې درجې دی اؤ دَ ایمان اؤ یقین درجې هم دَ مضبوطیا اؤ کمزوریٔ پهٔ لحاظ ګڼې درجې دی پهٔ تجربه اؤ شرعی دلائلو ثابته ده چې څومره بنده پهٔ ذکر، فکر، عملِ صالح ، جهاد فی سبیل الله کښې ترقی کوی دومره دَ هغهٔ زړهٔ دَ الله دَ خوف اؤ عظمت اؤ جلال نه ډکیږی اؤ ایمان اؤ یقین ېٔ مضبوطیږی۔ دَ سیر الی الله دغې ترقیٔ اؤ عروج طرف ته پهٔ دغه آیت کښې دَ تقویٰ اؤ ایمان پهٔ بار بار راؤړو اشاره شوے ده اؤ دَ اخری مقام احسان اؤ دَ هغې پهٔ نتېجه ېٔ هم تنبیهه کړے ده۔ اؤ دَ کومو اصحابو کراموؓ متعلق چې تپوس شوے وهٔ دَ هغې جواب پهٔ یو عامه قاعده کلیه پهٔ داسې طریقه وکړې شو چې دَ هغې اصحابوؓ فضیلت اؤ لوییٔ طرف ته پکښې هم لطیفه اشاره وشوه۔ دَ احادیثو دَ ذخیرې نه معلومیږی چې اصحابوؓ دوه ځائې کښې دغه شان قسم تپوس کړے دے یو دغه دَ شرابو متعلق اؤ بل دَ قبلې متعلق ېٔ تپوس کړے وهٔ چې یا رسول اللهﷺ کوم کسان چې دَ قبلې دَ بدلېدو دَ حکم نه مخکښې وفات شوی دی، اؤ مدینه منوّره کښې ېٔ یو نمونځ هم بیت الله شریف طرف ته نهٔ دے کړے دَ هغوی به څهٔ حال وی؟ دَ دې پهٔ جواب کښې دا آیت نازل شو: وَمَا کَانَ اللہُ لِیُضِیۡعَ اِیۡمَانَکُمۡ اِنَّ اللہَ بِالنَّاسِ لَرَؤُفٌ رَّحِیۡمٌ۔ پهٔ سوچ کؤلو معلومیږی چې دا دواړه خبرې داسې وې چې څرګند حکم پکښې نهٔ وهٔ راغلے خو علامات داسې وو چې اصحابؓ هر وخت دَ حکم راتلو پهٔ انتظار وو۔ دَ شرابو متعلق خو پهٔ مخکښې فوائدو کښې اوس مونږ داسې روایات ذکر کړی دی۔ اؤ دَ قبلې بدلېدلو متعلق هم دَ قرآن دا آیت قَدۡ نَرٰی تَقِلُّبَ وَجۡهِکَ فِی السَّمَآءِ فَلَنُوَلِّیَنَّکَ قِبۡلَۃً تَرۡضٰهَا چې پهٔ دریٔمه پاره کښې تېر شوے دے، پهٔ دې دلالت کوی چې حضور اکرمﷺ دَ قبلې دَ بدلېدو دَ حکم پهٔ انتظار وهٔ اؤ ظاهره ده چې دا کیفیت دَ اصحابوؓ نه پټ نهٔ وهٔ۔ نو ځکه چې دَ قبلې دَ بدلېدو خبر یو سړی دَ یوې محلې جماعت ته یوړو نو هغوی ټولو پهٔ نمانځهٔ کښې مخ بیت الله شریف ته وګرځؤلو۔ حالانکې بیت المقدس طرف ته دَ مخ کؤلو حکم هغوی ته یقینی معلوم وهٔ اؤ دَ یو کس خبر باندې علمِ قطعی نهٔ حاصلیږی۔ ظنّی وی اؤ دَ خبر ظنّی پهٔ ذریعه حکم قطعی نهٔ شی منسوخ کېدے۔ ځکه دَ اصولو عالمونو دا خبره څرګنده کړے ده چې دې خبرې واحد سره نورې داسې علامې وې چې دا خبر یقینی وګڼلے شو۔ نو دَ شرابو دَ حرمت اؤ دَ قبلې بدلېدو متعلق داسې علامات دَ مخکښې نه موجود وو چې اګرچې صفا حکم نهٔ وهٔ راغلے لېکن دَ الله دَ رضا پته ترېنه لګېده۔ حصوصًا دَ شرابو متعلق خو واضحې اشارې پهٔ اِثۡمُهُمَا اَکۡبَرُ مِنۡ نَّفۡعِهِمَا وغېره آیتونو کښې موجود دے۔ نو ځکه دې دواړو مسٔلو کښې دَ صفا حکم نازلېدو نه پس دَ مخکښینی حالت متعلق اصحابو تپوس ضروری وګڼلو۔ والله اعلم۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَیَبْلُوَنَّكُمُ اللّٰهُ بِشَیْءٍ مِّنَ الصَّیْدِ تَنَالُهٗۤ اَیْدِیْكُمْ وَ رِمَاحُكُمْ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّخَافُهٗ بِالْغَیْبِ١ۚ فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۹۴
اے ایماندارو پهٔ تاسو به ازمېښت کوی الله پهٔ ښکار باندې چې ور رسی به ستاسو لاسونه اؤ نېزې ف۲۲۸ چې الله معلوم کړی څوک ویریږی دَ هغهٔ نه پهٔ نالیدو۔ ف۲۲۹ بیا چا چې زیاتے وکړو دَ دې نه پس نو هغهٔ دپاره دردناک عذاب دے۔
ف۲۲۸: پهٔ تېره رکوع کښې دَ پاکو څیزونو پهٔ ځان حرامؤلو اؤ دَ حد نه زیاتے کؤلو نه منع شوے وه اؤ دَ بعضې داسې څیزونو نه دَ ځان بچ کؤلو حکم شوے وهٔ کوم چې همېشه دپاره حرام دی۔ دې رکوع کښې دَ ځنو هغه څیزونو ذکر دے چې همېشه دپاره حرام نهٔ دی پهٔ خاصو حالاتو کښې حرام دی۔ لکه دَ احرام پهٔ حالت کښې ښکار کؤل۔ مطلب دا چې دَ الله دَ طرف نه پهٔ تابعدارو بندګانو دا یو امتحان دے چې دَ احرام پهٔ حالت کښې ښکار ورته مخامخ موجود وی اؤ پهٔ آسانیٔ سره ېٔ ښکار کؤلے شی نو څوک دی چې بې لیدو دَ الله نه داسې ویریږی چې هر حکم ېٔ بې چون و چرا منی۔ اؤ دَ (اعتداء) نه ځان ساتی۔ دَ (اصحابِ سبت) قصه پهٔ سورة بقره کښې تېره شوے ده چې الله تعالیٰ ورباندې دَ خالی پهٔ ورځ ښکار بند کړے وهٔ۔ نو هغوی دَ دې حکم نه تجاوز دپاره حیلې اؤ بهانې جوړې کړې اؤ دَ حکم مخالفت ېٔ وکړو۔ نو الله تعالیٰ ورباندې ذلیل کؤنکے عذاب راواستؤلو۔ دغه شان الله تعالیٰ دَ اُمّتِ محمّدیﷺ دَ امتحان دپاره ورباندې پهٔ احرام کښې ښکار بند کړو۔ دَ حدیبیه پهٔ مقام چې دا حکم راغلے وهٔ ، ښکار دومره ډېر وهٔ چې پهٔ لاسونو هم رانیؤلے شو اؤ په نېزه هم وهلے شو لېکن دَ حضور اکرمﷺ اصحابوؓ دا ثابته کړه چې دَ الله پهٔ امتحان کښې دَ دنیا یو قوم هم دَ دوی پهٔ مقابله کښې کامیابېدے نهٔ شی۔
ف۲۲۹: لِیَعۡلَمَ اللہُ دَ لفظ نه چې دَ علمِ باری دَ حدوث وهم کېدے شی ، دَ دې تفسیر پهٔ دویٔمه پاره کښې تېر شوے دے۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْتُلُوا الصَّیْدَ وَ اَنْتُمْ حُرُمٌ١ؕ وَ مَنْ قَتَلَهٗ مِنْكُمْ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحْكُمُ بِهٖ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ هَدْیًۢا بٰلِغَ الْكَعْبَةِ اَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسٰكِیْنَ اَوْ عَدْلُ ذٰلِكَ صِیَامًا لِّیَذُوْقَ وَ بَالَ اَمْرِهٖ١ؕ عَفَا اللّٰهُ عَمَّا سَلَفَ١ؕ وَ مَنْ عَادَ فَیَنْتَقِمُ اللّٰهُ مِنْهُ١ؕ وَ اللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ۝۹۵
اے ایماندارو مهٔ مړ کویٔ ښکار کله چې تاسو پهٔ احرام کښې ویٔ، ف۲۳۰ اؤ څوک چې پهٔ تاسو کښې ښکار مړ کړی پهٔ قصد ف۲۳۱ نو پهٔ هغهٔ بدله ده دَ ښکار کړی شی برابر څاروے۔ څنګه چې فیصله وکړی ستاسو دوه اعتباری کسان داسې چې دَ نذر پهٔ طور ورسؤلے شی کعبې ته۔ یا پهٔ هغهٔ کفّاره ده پهٔ څو محتاجو خوراک یا دَ دې برابر روژې چې وڅکی دَ خپل کار سزا۔ ف۲۳۲ الله معاف کړی دی څهٔ چې شوی دی ف۲۳۳ اؤ څوک چې بیا داسې کوی دَ هغهٔ نه به الله بدل اخلی ، اؤ الله ډېر سخت دے بدله اخستونکے۔ ف۲۳۴
ف۲۳۰: دَ دې متعلق څهٔ حکمونه دَ دې سورتِ مائده پهٔ شروع کښې تېر شوی دی۔
ف۲۳۱: پهٔ قصد وژلو مطلب دا دے چې خپل احرام ورته یاد وهٔ اؤ دا ورته هم یاد وو چې احرام کښې ښکار جائز نهٔ دے۔ دلته صرف پهٔ قصد دَ ښکار کؤلو جرمانه دا بیان شوے ده چې بدل به ورکوی اؤ الله پاک چې ترېنه کوم بدل اخلی (کومه سزا ورکوی) هغه جُدا ده۔ څنګه چې وَ مَنۡ عَادَ فَیَنۡتَقِمُ اللہ مِنۡهُ کښې بیان شوے ده۔ کهٔ پهٔ خطا چا ښکار وکړو نو بدله خو ېٔ هم دغه ده چې هدی یا خوراک یا روژې ونیسی۔ البته دَ الله دَ انتقام نه به بچ شی۔
ف۲۳۲: دَ امام اعظم صاحبؒ مسلک دا دے چې کهٔ پهٔ احرام کښې چا ښکار ژوندې ونیؤلو پهٔ هغهٔ فرض دی چې آزاد ېٔ کړی اؤ کهٔ وې وژلو نو دوه پوهه سړی به دَ دې څیز قیمت لګوی دَ هغې قیمت څاروے (لکه غوا ، بیزه ، ګډه) به بیت الله شریف ته نژدے دَ حرم پهٔ حد کښې دننه قربانی کوی اؤ خپله به ترېنه هېڅ نهٔ خوری ، ټول به مسکینانو ته ورکوی یا به دَ دغه قیمت غله واخلی پهٔ مسکینانو به ېٔ تقسیم کړی چې هر یو کس ته دَ صدقهٔ فطر پهٔ انداز ورکړی۔ لکه چې څومره کسانو ته پهٔ دې انداز رسېدے شی هغه هومره روژې دې ونیسی۔
ف۲۳۳: یعنی دَ دې حکم نازلېدو نه مخکښې یا دَ اسلام نه مخکښې دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې کهٔ چا داسې کار کړے وی هغه ورته معاف دے۔ دَ اسلام نه مخکښې هم عربو دَ احرام پهٔ حالت کښې ښکار ښهٔ نهٔ ګڼلو ، نو کهٔ دَ اسلام نه مخکښې چا داسې کار کړے وهٔ نو پهٔ هغې ېٔ دَ نیوؤ حق وهٔ۔ چې کوم (عزیز) کار ستا پهٔ خیال ښهٔ نهٔ وهٔ تا ولې کؤلو؟ (لېکن الله تعالیٰ پهٔ خپل رحم هغه هم معاف کړو)
ف۲۳۴: یعنی یو مجرم هم دَ الله تعالیٰ دَ قبضهٔ قدرت نه بهر تښتېدے نهٔ شی اؤ دَ عدل اؤ حکمت پهٔ تقاضا چې دَ کوم جرم سزا ورکؤل ضروری وی ، الله تعالیٰ هغه معاف کوی هم نه۔ (ذوالنتقام)
اُحِلَّ لَكُمْ صَیْدُ الْبَحْرِ وَ طَعَامُهٗ مَتَاعًا لَّكُمْ وَ لِلسَّیَّارَةِ١ۚ وَ حُرِّمَ عَلَیْكُمْ صَیْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ۝۹۶
حلال دے تاسو ته دَ دریاب ښکار اؤ خوراک ستاسو دَ فائدې دپاره اؤ ټولو مسافرو دپاره ، اؤ حرام دے پهٔ تاسو دَ ځنګل(وچې) ښکار تر څو چې تاسو پهٔ احرام کښې ویٔ ، اؤ ویره کویٔ دَ هغه الله نه چې تاسو ټول به ورته راغونډېږیٔ۔ ف۲۳۵
ف۲۳۵: حضرت شاه عبد القادر صاحبؒ لیکلی دی پهٔ احرام کښې دَ دریاب ښکار یعنی مهیان نیؤل جائز دی اؤ دَ دریاب خوراک یعنی هغه مهیان چې خپله پهٔ وچه پرېوتی وی اؤ مړهٔ وی چا محرم ښکار کړی نهٔ وی ، هم خوړل جائز دی۔ دا اجازت ستاسو دَ فائدې اؤ دَ ټولو مسافرو دپاره دے (دا خیال دې څوک نهٔ کوی چې صرف دَ حج پهٔ وجه اجازت شوے دے) مهے کهٔ پهٔ تالاب کښې وی (دریاب کښې نهٔ وی) هم محرم ته ېٔ ښکار جائز دے۔ دا خو دَ ښکار حکم شو دَ احرام پهٔ حالت کښې اؤ پهٔ احرام کښې نیت وی مکّې معظّمې ته دَ تلو۔ پهٔ دې ښار مکه اؤ دَ دې پهٔ خواؤشا نژدے علاقه کښې دَ حرم دَ حدونو دننه ښکار کؤل یا ښکار دَ حرم دَ حد نه دَ ښکار پهٔ غرض بهر ته شړل همېشه دپاره حرام دی۔ (کهٔ څوک پهٔ احرام کښې وی اؤ کهٔ نه)
جَعَلَ اللّٰهُ الْكَعْبَةَ الْبَیْتَ الْحَرَامَ قِیٰمًا لِّلنَّاسِ وَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَ الْهَدْیَ وَ الْقَلَآىِٕدَ١ؕ ذٰلِكَ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ وَ اَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۹۷
ګرځؤلے ده الله کعبه دَ عزت اؤ احترام کور دَ خلقو دَ قیام سبب ، اؤ دَ عزت میاشتې اؤ قربانی چې دَ کعبې نذر وی اؤ چې پهٔ غاړه پټۍ اچؤلے ف۲۳۶ کعبې ته ېٔ بوځی دَ دې دپاره چې تاسو پوهه شیٔ۔ چې الله ته معلوم دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ، اؤ الله دَ هر څیز نه ښهٔ خبر دے۔ ف۲۳۷
ف۲۳۶: کعبه شریفه دینی اؤ دنیاوی دواړه حیثیته سره دَ خلقو دپاره دَ قیام سبب دے۔ حج اؤ عمره خو هغه عبادتونه دی چې براهِ راست بیت الله شریف سره متعلق دی۔ لېکن نمانځهٔ کښې هم بیت الله شریف ته مخ کؤل فرض دی۔ دا دَ کعبې شریفې دینی مقام شو۔ بیا دَ حج پهٔ موقع چې دَ ټولو اسلامی ملکونو نه پهٔ لکونو خلق مکّه معظّمه کښې راجمع شی نو بې شماره تجارتی ، سیاسی ، اخلاقی ، مذهبی اؤ روحانی فائدې حاصلې کړی۔ الله تعالیٰ دا مقام (حَرَمِ آمِن) کړے دے۔ ځکه بنیادم نه ، چې ډېر ځناور هم هلته پهٔ امن و امان وسی۔ دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې هم چې دَ ظلم اؤ خونرېزۍ دور وهٔ (پهٔ معمولی خبره به فساد ، قتلونه اؤ جنګونه غوبلے کېدے) دَ حرم شریف دومره احترام کېدو چې دَ پلار قاتل ته هم دَ حرم شریف پهٔ حدودو کښې چا غږ نهٔ شو کؤلے۔ اؤ پهٔ دنیاوی حیثیت بنده حیران شی چې پهٔ دې شاړو اؤ غېر آباد وطن کښې (وادیٔ غیر ذی زرع) دَ خوراک سامان اؤ مېوې دومره بې حسابه دَ چرته نه راځی۔ دا ټول دَ قِیَامًا لِّلنَّاسِ تعبیر دے۔ اؤ دَ ټولو نه غټه خبره خو دا ده چې پهٔ علمِ الٰهی کښې دَ مخکښې نه دا مقدره شوے وې چې دَ بنیادمو دپاره دَ عالمګیر اؤ ابدی هدایت چینه به دَ دې ځائې نه بهیږی اؤ دَ ټولې دنیا مصلحِ اعظم اؤ رهنما به پهٔ دې ځائې کښې پیدا کیږی پهٔ دې ټولو اسبابو کعبې شریفې ته قِیَامًا لِّلنَّاسِ وئیلی شی۔ کعبه شریفه دَ ټولې دنیا دَ خلقو دپاره دَ اصلاح اؤ روحانی تکمیل اؤ ابدی هدایت مرکزی نقطه ده اؤ دَ یو څیز قیام دَ مرکز نه بغیر نهٔ شی کېدے۔ دَ دې نه علاوه محققینو دَ قِیَامًا لِّلنَّاسِ دا مطلب هم بیان کړے دے چې دَ کعبې شریفې مبارک وجود دَ ټولې دنیا قیام اؤ بقا سبب دے۔ دَ دنیا ابادی تر هغې ده چې دَ بیت الله شریف احترام کونکی خلق پکښې موجود دی۔ کله چې الله پاک دَ دې دنیا دَ ختمؤلو اراده وکړی نو دَ ټولو نه وړومبے به دا مبارک مکان بیت الله شریف دَ دنیا نه پورته کړی۔ څنګه چې دَ دنیا دَ ابادېدو په وخت دَ ټولو نه وړومبے مکان دا جوړ شوے وهٔ۔ اِنَّ اَوَّلَ بَیۡتٍ وُّضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِیۡ بِبَکَّةَ۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې یو تور حبشی به (ذوالسویقتین لقب به ېٔ وی) دَ بیت الله شریف دَ ابادیٔ یو یو کاڼې ونړوی۔ تر څو پورې چې الله تعالیٰ ته دَ دې دنیا ابادی منظوره ده۔ دَ یو غټ نه غټ طاقتور قوم هم دَ بیت الله شریف ورانؤلو پهٔ ناکاره اراده کښې کامیابېدے نهٔ شی۔ دَ اصحابِ فیل قصه خو هر چا ته معلومه ده لېکن دَ هغې نه پس هم پهٔ هره زمانه کښې دَ دنیا طاقتور قومونو اؤ خلقو دَ بیت الله شریف دَ ورانؤلو ارادې کړے وې اؤ کوی به ېٔ۔ دا خالص دَ الله دَ حفاظت اؤ دَ اسلام دَ صداقت نخښه ده چې سره دَ ظاهری اسبابو دَ نِشت تر وسه پورې یو قوم هم پهٔ دې شیطانی ارادو کښې کامیاب نهٔ شو اؤ کله چې دَ بیت الله شریف پهٔ ورانؤلو کښې دَ قدرت دَ طرف نه حفاظت ختم شی نو پوهه شیٔ چې دَ دنیا دَ ورانېدو وخت پوره شو۔ دَ دنیا حکومتونه دَ دارالخلافې اؤ شاهی محل دَ حفاظت دپاره پهٔ کروړونو مخلوق تباه کوی خو چې کله ېٔ خپله دَ شاهی محل یا دارالخلافې دَ بدلؤلو اراده وشی نو پهٔ معمولی مزدورانو ېٔ لوټې لوټې کړی۔ شاید امام بخاریؒ پهٔ باب جَعَلَ اللہُ الۡکَعۡبَۃَ الۡبَیۡتَ الۡحَرَامَ قِیَامًا لِلنَّاسِ الآیة کښې دَ ذوالسویقتین حدیث درج کړے دے۔ پهٔ دې کښې دَ قِیَامًا لِّلنَّاسِ هم دغې مطلب ته اشاره ده کوم چې مونږ اوس نقل کړو(شیخ الهندؒ مونږ ته دَ بخاری پهٔ درس کښې دا نکته بیان کړے وه) بهرحال دلته پهٔ آیت کښې دَ مُحرِم دَ احکامو بیانؤلو نه پس دَ بیت الله شریف دَ احترام اؤ عزت بیان مقصود دے۔ بیا دَ کعبې شریفې اؤ احرام پهٔ مناسبت کښې دَ شهر حرام اؤ هدی اؤ قلائد ذکر هم راغلو۔ څنګه چې دَ دې سورت پهٔ ابتداء کښې ”غَیۡرَ مَحِلّیِ الصَّیۡدِ وَ اَنۡتُمۡ حُرُم“ سره ”لَا تَحِلُّوۡا شَعَآئِرَ اللہِ وَ لَا الشَّهۡرَالۡحَرَامِ وَ لَا الۡهَدۡیَ وَلَا الۡقَلَائِدَ“ ذکر شوے وهٔ۔ والله اعلم
ف۲۳۷: یعنی دَ کعبې شریفې قِیَامًا لِّلنَّاسِ جوړؤلو کښې چې دَ کومو دینی اؤ دنیوی فائدو خیال ساتلے شوے دے اؤ پهٔ ظاهره کوم خلافِ قیاس پېشن ګوئی شوے ده دا دَ دې دلیل دے چې دَ زمکې اؤ دَ اسمانونو یو څیز هم دَ الله تعالیٰ دَ غیر محدود علم نه بهر نشته۔
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ وَ اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌؕ۝۹۸
پوه شیٔ چې بېشکه دَ الله عذاب ډېر سخت دے اؤ بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۲۳۸
ف۲۳۸: یعنی کوم حکمونه چې دَ حالتِ احرام اؤ کعبې دَ احترام متعلق شوی دی کهٔ چا سره دَ پوهې دَ دې خلاف ورزی وکړه نو پوهه شیٔ چې دَ الله عذاب ډېر سخت دے۔ اؤ کهٔ پهٔ هېره یا خطا دَ چا نه خلاف وشی اؤ دَ کفّارې پهٔ ادا کؤلو سره معافی وغواړی نو بېشکه الله تعالیٰ بخښونکے مهربانه دے۔(معاف به ېٔ کړی)
مَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَ مَا تَكْتُمُوْنَ۝۹۹
دَ رسول پهٔ ذمه هېڅ نشته بې دَ پېغام رسؤلو نه ، اؤ الله ته ټول معلوم دی څهٔ چې تاسو پهٔ ښکاره کویٔ اؤ څهٔ چې ف۲۳۹ پهٔ پټه کویٔ۔
ف۲۳۹: حضور اکرمﷺ دَ الله پېغام پوره پوره ورسؤلو خپل حق ېٔ ادا کړو۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ بندګانو حجت پوره شو (څوک دا نهٔ شی وئیلی چې مونږ خبر نهٔ وو) اوس دَ هر چا اختیار خپل دے چې څنګه عمل کوی۔ پټ اؤ څرګند څهٔ چې کوی الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ خبر دے۔ دَ حساب کتاب پهٔ ورځ به ستاسو ذره ذره عمل ستاسو پهٔ مخکښې وی۔ (اؤ دَ هغې جزا یا سزا به ورکؤلے شی)
قُلْ لَّا یَسْتَوِی الْخَبِیْثُ وَ الطَّیِّبُ وَ لَوْ اَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِیْثِ١ۚ فَاتَّقُوا اللّٰهَ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۠۝۱۰۰
ورته ووایه چې نهٔ دی برابر ناپاک اؤ پاک اګر کهٔ تاسو ته ښهٔ وښکاری دَ ناپاکو ډېر والے ، نو ویره کویٔ دَ الله نه اے دَ عقل خاوندانو چې تاسو نجات بیا مومیٔ۔ ف۲۴۰
ف۲۴۰: پهٔ مخکښې رکوع کښې حکم شوے وهٔ چې پاک څیزونه پهٔ ځان مهٔ حرامویٔ اؤ پهٔ اعتدال سره ترېنه فائده اخلیٔ۔ دَ دې نه پس دَ شرابو وغېره یو څو ناپاکو څیزونو ذکر وشو چې دَ دې نه ځان وساتیٔ۔ پهٔ دغه سلسله کښې دَ مُحرِم دَ ښکار حکم هم بیان شو چې څنګه دا څیزونه ناپاک دی دغسې دَ محرم ښکار هم دے۔ دَ احرام پهٔ مناسبت یو څو ضمنی احکام نور هم بیان شو، اوس بیا اصل موضوع شروع کیږی چې پاک اؤ ناپاک څیزونه برابر نهٔ دی۔ پاک اؤ حلال څیز کهٔ لږ وی هغه دَ ډېر حرام اؤ ناپاک څیز نه ښهٔ دے۔ عقلمند ته پکار دی چې همېشه پاک اؤ حلال څیز خوښوی اؤ دَ ناپاک نه ځان ساتی۔ پهٔ ظاهره کهٔ ورته هغه هر څومره ښهٔ اؤ فائده مند ښکاری۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَسْـَٔلُوْا عَنْ اَشْیَآءَ اِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ١ۚ وَ اِنْ تَسْـَٔلُوْا عَنْهَا حِیْنَ یُنَزَّلُ الْقُرْاٰنُ تُبْدَ لَكُمْ١ؕ عَفَا اللّٰهُ عَنْهَا١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ۝۱۰۱
اے ایماندارو! دَ داسې خبرو پوښتنې مهٔ کویٔ چې کهٔ تاسو ته ښکاره کړې شی نو پهٔ تاسو به بدې ولګی ، اؤ کهٔ تاسو دَ خبرو پوښتنی وکړیٔ پهٔ داسې وخت چې قرآن نازلیږی نو تاسو ته به ښکاره کړی شی ، ف۲۴۱ الله هغوی بخښلی دی ، ف۲۴۲ اؤ الله بخښونکے اؤ تحمل کؤنکے دے۔
ف۲۴۱: دَ تېرو دوؤ رکوعو خلاصه دَ دین پهٔ احکامو کښې ډېرې مبالغې اؤ سستیٔ دواړو نه منع وه چې پاک اؤ حلال څیزونه پهٔ ځان مهٔ حرامویٔ ، پهٔ اعتدال سره ترېنه فائده اخلیٔ اؤ ناپاک اؤ حرام څیزونو نه ځان ساتیٔ ، خواه همېشه دپاره حرام څیز وی لکه شراب وغېره یا خاصو حالاتو کښې حرام وی (لکه پهٔ احرام کښې ښکار) دلته دا خبردارے ورکوی چې دَ کومو کارونو متعلق شارع څرګند حکم نهٔ دے کړے دَ هغوی متعلق بې فائدې تپوسونه مهٔ کویٔ۔ څنګه چې دَ حلالو اؤ حرامو پهٔ سلسله کښې دَ شارع بیان دَ هدایت ذریعه وه۔ دغسې دَ هغهٔ چپ پاتې کېدل دَ رحمت اؤ اسانتیا ذریعه وه۔ الله تعالیٰ چې پهٔ خپل کامل حکمت اؤ عدل کوم څیزونه حرام یا حلال کړل هغه خو معلوم شو اؤ چې کوم ېٔ دغسې پرېښو پهٔ هغې کښې ګنجائش اؤ وسعت دے اؤ مجتهدانو ته پکښې دَ اجتهاد موقع ده۔ اؤ کهٔ دَ داسې څیزونو متعلق خامخا ټکی پهٔ ټکی تپوسونه کیږی پهٔ داسې وخت کښې چې قرآن کریم نازلیږی نو ډېره ممکنه ده چې دَ ځنو تپوسونو پهٔ جواب کښې داسې احکام نازل شی چې ستاسو دَ آزادیٔ اؤ اجتهاد ګنجائش ختم شی بیا دا ډېره دَ شرم خبره ده چې خپله بنده یو څیز غوښتې وی اؤ بیا ېٔ پوره کؤلے نهٔ شی۔ سُنَّتُ اللہِ دا جاری دے چې دَ کوم څیز پهٔ باره کښې چا ډېر ډېر تپوسونه کړی دی اؤ خامخا ېٔ پکښې شکونه اؤ احتمالونه پیدا کړی دی نو ډېره سختی ورباندې شوے ده ځکه چې دَ دې قسم تپوسونو نه دا معلومیږی چې دَ بنده پهٔ خپل ځان اعتبار دے چې څنګه حکم ورته وشی هغه به پوره کړې شی۔ داسې قسم دعویٰ چې دَ بنده دَ عاجزیٔ اؤ کمزوریٔ مناسب نهٔ وی دا تقاضا کوی چې دَ هغې طرف نه ورباندې سختی وشی (چې دهٔ ته خپل ځان معلوم شی) اؤ چې دې ځان څومره قابل ګڼی چې هغسې امتحان ترېنه واخستې شی چې قابلیت ېٔ معلوم شی) دَ بنی اسرائیلو دَ غوا حلالؤلو قصه هم دغسې وږده شوے وه۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې حضور اکرمﷺ وفرمائیل۔ اے خلقو پهٔ تاسو حج فرض شوے دے۔ یو سړی تپوس وکړو یا رسول اللهﷺ هر کال؟ حضور اکرمﷺ وفرمائیل کهٔ ما وئیلے وې (اَو) نو هر کال به درباندې فرض شوے وهٔ بیا به مو ادا کؤلے نهٔ شو۔ پهٔ کوم څیز کښې چې زهٔ تاسو آزاد پرېږدم تاسو هم ما پرېږدیٔ۔ (ډېر تپوسونه مهٔ کویٔ)
پهٔ یو حدیث شریف کښې راغلی دی چې (مسلمانانو کښې هغه سخت مجرم دے دَ چا دَ تپوسونو پهٔ وجه چې داسې شے حرام کړې شو کوم چې حرام شوے نهٔ وهٔ)
بهرحال دا آیت دَ شرعی حکمونو متعلق بې فائدې تپوسونه بندوی۔ باقی ځنو حدیثونو کښې چې دا راځی چې ځنو خلقو به دَ حضور اکرمﷺ نه دَ جزوی واقعاتو (خاصو واقعو) تپوسونه کؤل (پهٔ دې آیت کښې) هغه منع شوی دی۔ نو دا زمونږ دَ تقریر نه خلاف نهٔ ده۔ مطلب دا دے چې دلته لفظ دَ (اشیاء) عام دے احکام وی اؤ کهٔ واقعات هم دغسې (تسئوکم) هم عام دے۔
مطلب دا چې دَ احکامو متعلق هم ډېر لټون مهٔ کویٔ۔ ممکنه ده چې دَ هغې پهٔ جواب کښې سخت حکم راشی یا څهٔ پابندی زیاته شی چې بیا ېٔ تاسو ته پوره کؤل ګران وی یا دَ یو داسې واقعې اظهار وشی چې دَ هغې پهٔ څرګندېدو کښې تاسو ته شرم اؤ رسوائی وی۔ یا ورته پهٔ بې فائدې تپوسونو بد رد ووئیلی شی چې بیا پرې ستومانه ویٔ۔ باقی پاتې شو داسې ضروری تپوس چې دَ څهٔ شک پهٔ بنا وی دَ هغې نه منع نشته۔ ځان پوهه کؤل اؤ شک لرې کؤل ضروری دی۔
ف۲۴۲: یا خو دا مطلب دے چې کوم څیز الله تعالیٰ پرېښو دَ هغې متعلق څهٔ حکم ېٔ راوانهٔ ستؤلو نو بنده پهٔ هغې کښې آزاد دے۔ الله تعالیٰ به ورباندې ګرفت نهٔ کوی۔ دَ دې نه دَ اصولو عالمانو دا مسئله وېستې ده چې اصل پهٔ څیزونو کښې اباحت دے۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې تر اوسه چې چا بې فائدې تپوسونه کړی دی هغه ورته الله معاف کړل مخکښې دپاره فکر کویٔ۔
قَدْ سَاَلَهَا قَوْمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ثُمَّ اَصْبَحُوْا بِهَا كٰفِرِیْنَ۝۱۰۲
داسې خبرې تپوسلې دی ستاسو نه مخکښې یوې ډلې ، نو بیا دَ هغه خبرو نه منکر شو۔ ف۲۴۳
ف۲۴۳: یو حدیث شریف دے۔ مخکښینی قومونه پهٔ ډېرو تپوسونو اؤ دَ نبیانو سره پهٔ اختلاف تباه شوی دی۔
مَا جَعَلَ اللّٰهُ مِنْۢ بَحِیْرَةٍ وَّ لَا سَآىِٕبَةٍ وَّ لَا وَصِیْلَةٍ وَّ لَا حَامٍ١ۙ وَّ لٰكِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ١ؕ وَ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ۝۱۰۳
نهٔ ده مقرر کړی الله بحیره اؤ نهٔ سائبه اؤ نهٔ وصیله اؤ نهٔ حامی۔ لېکن کافر پهٔ الله دروغ تبی۔ اؤ دوی کښې دَ اکثرو عقل نشته۔ ف۲۴۴
ف۲۴۴: (۱) بحیره ، (۲) سائبه ، (۳) وصیله ، (۴) حامی۔ دا ټول دَ جاهلیت دَ زمانې رواجونه وو۔ دَ دې پهٔ تفسیر کښې دَ مفسرینو ډېر اختلاف دے۔ کېدے شی چې دې کښې هر یو لفظ پهٔ ګڼو شکلونو باندې استعمال شوے وی۔ مونږ صرف دَ سعید بن المسیب تفسیر ولیکلو کوم چې بخاری شریف کښې نقل شوے دے۔
(۱)بحیره: دَ کوم څاروی پئ چې به ېٔ دَ بتانو پهٔ نوم وقف کړی وو۔ چا به پهٔ خپل استعمال کښې نهٔ راوستل۔
(۲)سائبه: کوم څاروے چې به ېٔ دَ بتانو پهٔ نوم دغسې خوشے پریٔښې وهٔ (چا به پرې څهٔ کار کسب نهٔ کؤلو) لکه هندوان چې سانډ پرېږدی۔
(۳)وصیله: کومې اوښې چې به پهٔ مخه څو بچۍ راؤړې ، نر بچے به پکښې نهٔ وهٔ هغه به ېٔ دَ بتانو پهٔ نوم ازاده پرېښوه۔
(۴)حامی: کوم نر اوښ چې به دَ یو خاص تعداد اوښیو سره جوړه شو هغه به ېٔ هم دَ بتانو پهٔ نوم پرېښو۔
علاوه دَ دې نه چې دا ټول دَ شرک کارونه وو۔ دَ کوم څاروی پئ ، غوښه یا دَ سورلۍ یا نور څهٔ کار اخستو چې الله پاک حلال کړی دی۔ هغه پهٔ ځان خپله حرامؤل دَ ځان دپاره دَ احکامو جاری کؤلو (شریعت جوړؤلو) عهده تجویز کؤل دی۔ نو علاوه دَ دې شرک نه ېٔ بل غټ ظلم دا وهٔ چې دا کارونه ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ رضا اؤ خوشحالیٔ سبب ګڼل۔ دَ دې دا جواب وشو چې دا کارونه الله تعالیٰ هرګز نهٔ دی مقرر کړی۔ دا دَ دوی مشرانو پهٔ الله تهمت تړلے دے اؤ اکثرو کم عقلو عوامو پرې یقین کړے دے۔ غرض دا چې دلته دا خبردارے ورکړې شوے دے چې څنګه فضول اؤ بې کاره تپوسونه پهٔ ځان تنګی راوستل اؤ جرم دے۔ دَ دې نه غټ جرم دا دے چې شریعت یو شے نهٔ وی مقرر کړے اؤ څوک صرف پهٔ خپل خواهش ځان دپاره یو شے حلال یا حرام وګڼی۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا اِلٰی مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَ اِلَی الرَّسُوْلِ قَالُوْا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا١ؕ اَوَ لَوْ كَانَ اٰبَآؤُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا وَّ لَا یَهْتَدُوْنَ۝۱۰۴
اؤ کله چې دوی ته ووئیلی شی ، راشیٔ دغې طرف ته کوم چې الله نازل کړی دی اؤ دَ رسول طرف ته نو دوی وائی کافی دی مونږ ته هغه پهٔ کومه چې زمونږ پلار نیکهٔ روان وو۔ ښه نو کهٔ دَ دوی پلار نیکهٔ پهٔ هېڅ نه پوهېدل۔ اؤ نهٔ ورته لار معلومه وه۔ ف۲۴۵
ف۲۴۵: دَ جاهلانو دَ ټولو نه غټ دلیل دا وی چې کوم کار زمونږ پلار نیکهٔ کړے دے دَ هغې خلاف څنګه وکړو ، دَ هغې جواب دا وشو کهٔ ستاسو مشران دَ خپلې کم عقلیٔ پهٔ وجه کندې ته پرېؤتی دی نو تاسو به هم هغې کندې ته ځان غورزویٔ څهٔ؟
حضرت شاه صاحب لیکی۔ کهٔ چا ته دا یقینی معلومه وی چې زما پلار دَ حق تابع اؤ دَ علم خاوند وهٔ نو دَ هغهٔ پهٔ لاره ورته تلهٔ پکار دی۔ ګنی هر چا پسې پهٔ پټو سترګو تلهٔ جائز نهٔ دی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا عَلَیْكُمْ اَنْفُسَكُمْ١ۚ لَا یَضُرُّكُمْ مَّنْ ضَلَّ اِذَا اهْتَدَیْتُمْ١ؕ اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۱۰۵
اے ایماندارو پهٔ تاسو ضروری دے دَ خپل ځان فکر ، تاسو ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے هر څوک چې ګمراه شو چې تاسو پهٔ سمه لار شویٔ۔ ف۲۴۶ الله پاک ته واپس ورتلل دی ستاسو دَ ټولو، نو هغه به درته وښئی چې تاسو څهٔ څهٔ کؤل ف۲۴۷
ف۲۴۶: یعنی کافران کهٔ دومره نصیحت اؤ وینا نه پس هم پهٔ خپلو مشرانو پسې پهٔ پټو سترګو روان وی اؤ هدایت نهٔ قبلوی نو تاسو دَ دې څهٔ غم مهٔ کویٔ دَ هغوی پهٔ ګمراهیٔ تاسو ته څهٔ نقصان نهٔ شی رسېدے چې تاسو خپله پهٔ نېغه لار روان یئ۔ نېغه لار هم دغه ده چې بنده خپله ایماندار اؤ پرهیزګار وی۔ خپله بدی نهٔ کوی اؤ نور هم تر خپله وسه دَ بدیٔ نه منع کوی۔ بیا هم کهٔ څوک نهٔ منع کیږی نو هغهٔ ته ېٔ څهٔ نقصان نشته۔ هغهٔ خپل فرض پوره کړل۔ دَ دې آیت نه دا مطلب اخستل (چې کهٔ بنده خپل عمل صحیح کوی نو کهٔ امر بالمعروف پرېږدی خیر دے) سخته غلطی ده۔ پهٔ اِذَا اهۡتَدَیۡتُمۡ کښې دَ اِهۡتِدَاء لفظ امر بالمعروف اؤ دَ نیکیٔ ټولو کارونو ته شامل دے۔ پهٔ ظاهره خو دَ دې آیت مخاطب مسلمانان دی خو خبردارے هغه کسانو (کافرانو) ته هم دے څوک چې دَ پلار نیکهٔ پهٔ زړه لاره کلک ولاړ وو یعنی کهٔ هغوی ګمراه شوی وو۔ نو تاسو ولې پهٔ غړېدلو سترګو ځان کوهی ته غورزویٔ۔ هغوی پرېږدیٔ تاسو دَ خپل ځان غم وکړیٔ اؤ هدایت قبول کړیٔ۔ اولاد چې خپله پهٔ حقه لار روان شی نو کهٔ پلار نیکهٔ ېٔ ګمراه تېر شوی وی هغوی ته ېٔ هېڅ نقصان نشته هر چا ته به خپل عمل رسی۔ دا خیال غلط دے چې کهٔ دَ پلار نیکهٔ دَ لارې نه پهٔ بله روان شی نو عزت کښې به ېٔ فرق راشی۔ عقلمند ته پکار دی چې دَ انجام خیال وکړی۔ وړومبی اؤ وروستی ټول چې دَ الله پهٔ دربار کښې حاضر شی نو هر چا ته به خپل عمل رسی۔
ف۲۴۷: یعنی څوک چې ګمراه شوی دی اؤ چا چې هدایت قبول کړے دے هر چا ته به خپله نتیجه څرګنده شی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا شَهَادَةُ بَیْنِكُمْ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِیْنَ الْوَصِیَّةِ اثْنٰنِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ اَوْ اٰخَرٰنِ مِنْ غَیْرِكُمْ اِنْ اَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِی الْاَرْضِ فَاَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةُ الْمَوْتِ١ؕ تَحْبِسُوْنَهُمَا مِنْۢ بَعْدِ الصَّلٰوةِ فَیُقْسِمٰنِ بِاللّٰهِ اِنِ ارْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِیْ بِهٖ ثَمَنًا وَّ لَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی١ۙ وَ لَا نَكْتُمُ شَهَادَةَ١ۙ اللّٰهِ اِنَّاۤ اِذًا لَّمِنَ الْاٰثِمِیْنَ۝۱۰۶
اے ایماندارو ګواهان ستاسو ترمینځه کله چې حاضر شی پهٔ تاسو کښې یو کس ته مرګ دَ وصیت پهٔ وخت کښې دوه کسه اعتباریان ف۲۴۸ پکار دی ستاسو نه ف۲۴۹ یا دوه کسه نور ستاسو نه غیر۔ ف۲۵۰ کهٔ تاسو پهٔ سفر کښې ویٔ بیا تاسو ته پېښ شی مصیبت دَ مرګ ، ودرویٔ دا دواړه دَ نمانځهٔ نه پس ، ف۲۵۱ نو دا دواړه دې قسم وخوری پهٔ الله ، کهٔ ستاسو شک وی چې مونږ نهٔ اخلو دَ قسم پهٔ بدل کښې مال اګر کهٔ دَ چا زمونږ سره خپلوی وی ، اؤ مونږ نهٔ پټوو ګواهی دَ الله ، کنی نو مونږ بېشکه ګناهګار یو۔ ف۲۵۲
ف۲۴۸: یعنی بهتره دا ده چې دوه کسه عادلان وی ، کهٔ دوه کسه نهٔ وی یا عادلان نهٔ وو بیا ېٔ هم (وصی) جوړؤلے شی۔ دلته دَ ګواه نه مطلب (وصی) دے۔ دَ هغهٔ دَ اقرار اؤ اظهار نه ېٔ پهٔ ګواهیٔ تعبیر کړے دے۔
ف۲۴۹: دَ تاسو نه یعنی مسلمانان۔
ف۲۵۰: یعنی غیر مسلم۔ یعنی کهٔ هلته مسلمانان موجود نهٔ وی۔
ف۲۵۱: نو غیر مسلم ته هم وصیت کولے شی۔ یعنی دَ نمازیګر نمانځهٔ نه پس ځکه چې دا وخت دَ قبلېدو دے۔ شاید چې ویریږی اؤ پهٔ دروغه قسم ونهٔ خوری۔ کهٔ مسلمان وی (اؤ کهٔ غیر مسلم وی نو دَ هغوی دَ خپل مذهب دَ عبادت نه پس دې قسم ورکړی)
ف۲۵۲: یعنی هر کله چې ټول دَ الله پهٔ دربار کښې حاضریدونکی ییٔ نو دَ حاضریٔ نه مخکښې خپل کارونه سم کړیٔ۔ پهٔ دې کښې یو ضروری کار وصیت اؤ دَ هغې متعلقات هم دی۔ پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته دَ وصیت طریقه ښودلے شوے ده چې یو مسلمان دَ مرګ پهٔ وخت کښې خپل مال چاته حواله کوی نو پکار ده چې دوه عادلان مسلمانان ورباندې ګواه کړی۔ کهٔ هلته مسلمانان نهٔ وی نو دوه غیر مسلم دې ګواه کړی ، څنګه چې پهٔ سفر کښې ممکن وی۔ بیا کهٔ دَ وارثانو څهٔ شک وی چې دې کسانو څهٔ مال پټ کړے دے۔ وارثان دا دعویٰ وکړی اؤ دَ هغوی سره دَ دعوې پهٔ ثبوت کښې ګواهان نهٔ وی نو دغه دوه کسان دې قسم وخوری چې مونږ څهٔ پټ کړی نهٔ دی اؤ مونږ دَ مال پهٔ طمع یا دَ خپلویٔ پهٔ خاطر دروغ نهٔ شو وئیلے ګنی ګنهګار به یو۔
فَاِنْ عُثِرَ عَلٰۤی اَنَّهُمَا اسْتَحَقَّاۤ اِثْمًا فَاٰخَرٰنِ یَقُوْمٰنِ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِیْنَ اسْتَحَقَّ عَلَیْهِمُ الْاَوْلَیٰنِ فَیُقْسِمٰنِ بِاللّٰهِ لَشَهَادَتُنَاۤ اَحَقُّ مِنْ شَهَادَتِهِمَا وَ مَا اعْتَدَیْنَاۤ١ۖ٘ اِنَّاۤ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝۱۰۷
بیا کهٔ خبر شو چې دوی دواړو حق خبره پټه کړے ده نو دَ دوی پهٔ ځائې دې دوه ګواهان نور ودریږی ف۲۵۳ دَ هغه کسانو نه دَ چا چې حق وهلې شوے وی کوم چې مړی ته زیات نژدے وی نو پهٔ الله دې قسم وخوری۔ چې زمونږ ګواهی دَ مخکښینیو نه زیاته پهٔ حقه ده اؤ مونږ زیاتے نهٔ دے کړے ، کنی نو مونږ بې شکه ظالمان یو۔ ف۲۵۴
ف۲۵۳: کهٔ دوه نهٔ وی یو وی هم خیر دے۔
ف۲۵۴: یعنی کهٔ دَ علاماتو نه داسې معلومیده چې (وصیان) چا ته چې مال حواله شوے دے ، قسم پهٔ دروغه خوری اؤ هغوی خپله صفائی پهٔ شرعی طریقه پېش نهٔ کړې شوه نو دَ مړی وارثان به قسم خوری چې زمونږه خبره دَ (وصیانو) دَ خبرې نه حقه اؤ رښتونے ده۔ دَ دې آیتونو شانِ نزول دا دے چې یو مسلمان بُدَیْل نومې دَ دوؤ عیسایانو تمیؔم اؤ عدؔی سره شام ته دَ تجارت پهٔ سفر لاړ وو۔ هلته بُدؔیل ناجوړه شو هغهٔ دَ خپل مال فهرست پهٔ خپل سامان کښې کېښودو (خو ملګری ېٔ پرې نهٔ وو خبر کړی) اؤ ملګریو ته ېٔ وصیّت وکړو چې زما دا مال زما وارثانو ته امانت ورسویٔ۔ هغوی چې مال وارثانو ته ورکړو نو دَ فهرست پهٔ مطابق پکښې یوه دَ سپینو زرو پیاله چې دَ سرو زرو اوبهٔ ورکړې شوے وې پهٔ مال کښې نهٔ وه۔ هغوی ېٔ دَ ملګریو نه تپوس وکړو چې سړے ډېر ناجوړه وهٔ۔ پیاله ورته تاسو دَ علاج دپاره خرڅه کړے ده اؤ کهٔ څهٔ مال هغهٔ خپله خرڅ کړے وهٔ۔ دواړو ځواب پهٔ نفی کښې ورکړو (چې نهٔ هغهٔ مال خرڅ کړے دے اؤ نهٔ ورنه مونږ پهٔ علاج خرڅ کړے دے) آخر معامله حضور اکرمﷺ ته لاړه۔ دَ وارثانو سره ګواهان نهٔ وو۔ نو حضور اکرمﷺ عیسایانو ته قسم ورکړو چې مونږ دَ مړی پهٔ مال کښې څهٔ خیانت نهٔ دے کړے پوره مو رارسؤلے دے۔ پهٔ دې وخت کښې خو خبره دَ هغوی پهٔ حق کښې فیصله شوه څهٔ موده پس وارثانو ته پته ولګېده چې دې سړیو هغه پیاله پهٔ مکّه معظّمه کښې پهٔ یو زرګر باندې خرڅه کړے ده۔ دَ هغو نه چې تپوس وشو نو هغو ووېٔ چې دا پیاله مونږ دَ هغه ملګری نه پهٔ بیه اخستې وه۔ مونږ مخکښې ځکه غږ نهٔ کؤلو چې دَ خرید ګواهان راسره نهٔ وو نو مونږ وې چې تاسو به ېٔ ونهٔ منیٔ۔ معامله بیا دَ حضور اکرمﷺ عدالت ته لاړه۔ اوس معامله اپوټه وه۔ وصیان یعنی دَ مړی هغه ملګری مدعیان وو چې مونږ پیاله دَ هغه سړی نه اخستې ده اؤ وارثان ېٔ منکر وو۔ ګواهان دَ یو سره هم نهٔ وو۔ نو وارثانو کښې دوؤ کسانو کوم چې مړی ته زیات نژدے وو قسم وخوړو چې پیاله دَ مړی ملکیت کښې وه ، دې عیسایانو قسم پهٔ دروغه خوړلے دے۔ نو وارثانو ته دَ هغې پیالې قیمت یو زر درهم ورکړې شو۔
ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِالشَّهَادَةِ عَلٰی وَجْهِهَاۤ اَوْ یَخَافُوْۤا اَنْ تُرَدَّ اَیْمَانٌۢ بَعْدَ اَیْمَانِهِمْ١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اسْمَعُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ۠۝۱۰۸
داسې امید دے چې ګواهی ورکړی پهٔ صحیح طریقه اؤ ویره به کوی چې پهٔ مونږ به راواؤړی قسمونه دَ هغوی دَ قسمونو نه پس، ف۲۵۵ اؤ دَ الله نه ویره کویٔ اؤ اوریٔ ، اؤ الله پهٔ سمه لار نهٔ روانوی نافرمانه خلق۔ ف۲۵۶
ف۲۵۵: یعنی کهٔ وارثانو ته شک وی نو دَ قسم خوړلو اجازت ورکړې شو چې دَ دې ویرې به اول خو (وصیان) دروغ نهٔ وائی۔ اؤ کهٔ دروغ ېٔ ووېٔ نو وارثان به قسم وخوری اؤ حقیقت به څرګند شی۔
ف۲۵۶: دَ الله تعالیٰ نافرمانی کؤنکے اخرکار ذلیل اؤ شرمنده کیږی اؤ کامیابېدے نهٔ شی۔
یَوْمَ یَجْمَعُ اللّٰهُ الرُّسُلَ فَیَقُوْلُ مَا ذَاۤ اُجِبْتُمْ١ؕ قَالُوْا لَا عِلْمَ لَنَا١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ۝۱۰۹
پهٔ کومه ورځ چې به الله پېغمبران راجمع کړی اؤ ورته ووائی تاسو ته څهٔ ځواب درکړې شوے وهٔ؟ ف۲۵۷ هغوی به وائی مونږ خبر نهٔ یو۔ ف۲۵۸ بېشکه هم تهٔ پهٔ پټو خبرو ښهٔ خبر ئ۔
ف۲۵۷: دا سوال به پهٔ محشر کښې دَ امتیانو مخکښې دَ پېغمبرانو نه کیږی چې دنیا کښې چې تاسو دوی ته زما پېغام ورسؤلو نو دوی څهٔ ځواب ورکړو اؤ زما پېغام ېٔ تر کومې ومنلو۔ پهٔ تېره رکوع کښې وئیلی شوی وو چې دَ الله پاک دربار کښې پېش کېدو نه مخکښې دَ وصیّت پهٔ ذریعه خپل کار صحیح کړیٔ۔ اوس خبردارے ورکؤلے شی چې هلته به درنه تپوس کیږی۔
ف۲۵۸: دَ محشر پهٔ هېبت ناکه ورځ چې الله تعالیٰ به پهٔ قهر اؤ جلالی شان کښې وی دَ لویو لویو پېغمبرانو اؤ ولیانو به هم وار خطا وی هر څوک به دَ ځان پهٔ غم وی۔ دَ الله تعالیٰ دَ قهر دَ ویرې به دَ لَا عِلْمَ لَنَا (مونږ خبر نهٔ یو) نه بغېر بل څهٔ ځواب نهٔ شی ورکؤلے۔ بیا چې دَ حضور اکرمﷺ پهٔ برکت الله تعالیٰ ټولو ته دَ رحم اؤ کرم پهٔ نظر وګوری نو بیا به دَ څهٔ بیان ورکؤلو جوګه شی۔ دَ حسؔن اؤ مجاهؔد نه دغسې نقل شوے دے۔ لېکن ابن عباسؓ فرمائی چې دَ لَا عِلْمَ لَنَا مطلب دا دے چې اے الله دَ ستا علم کامل دے، تهٔ پهٔ هر څهٔ خبر ئ۔ دَ هغې پهٔ مقابله کښې زمونږ علم هېڅ هم نهٔ دے۔ یعنی دا الفاظ دَ ډېر ادب پهٔ وجه وئیلی شی۔ دَ ابنِ جریح روایت دے چې دَ دې مطلب دا دے چې مونږ خبر نهٔ یُو چې زمونږ نه پټ دې خلقو څهٔ کړی دی ، مونږ خو صرف دَ هغې نه خبر یُو کوم چې زمونږ پهٔ مخکښې شوی دی ، دَ پټو اؤ پشی شا خبرو علم خو صرف علام الغیوب ته دے۔ پهٔ بله رکوع کښې چې عیسٰیؑ نه کوم ځواب نقل دے۔ وکنت علیهم شهیدا (الآیة)۔ دَ دې نه دَ دې ورستیٔ معنې تائید کیږی اؤ پهٔ حدیث شریف کښې دی چې پهٔ حوض باندې به دَ ځنو خلقو متعلق حضور اکرمﷺ وفرمائی هٰؤلاء اصحابی (دا زما ملګری دی) نو ځواب به ورکړې شی لا تدری ما احدثوا بعدک (تهٔ څهٔ خبر ېٔ چې تا نه پس دوی څهٔ څهٔ کارونه کړی دی)
اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِیْ عَلَیْكَ وَ عَلٰی وَ الِدَتِكَ١ۘ اِذْ اَیَّدْتُّكَ بِرُوْحِ الْقُدُسِ١۫ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَ كَهْلًا١ۚ وَ اِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ التَّوْرٰىةَ وَ الْاِنْجِیْلَ١ۚ وَ اِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ بِاِذْنِیْ فَتَنْفُخُ فِیْهَا فَتَكُوْنُ طَیْرًۢا بِاِذْنِیْ وَ تُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَ الْاَبْرَصَ بِاِذْنِیْ١ۚ وَ اِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتٰی بِاِذْنِیْ١ۚ وَ اِذْ كَفَفْتُ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَنْكَ اِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ۝۱۱۰
کله چې به الله ووائی ف۲۵۹ اے عیسٰی دَ مریم ځویه یاد کړه زما احسان پهٔ تا اؤ ستا پهٔ مور ف۲۶۰ چې ما ستا امداد وکړو پهٔ پاک روح سره۔ تا خبرې کؤلے دَ خلقو سره پهٔ غیږ کښې اؤ پهٔ لوئی عمر کښې ، اؤ چې وښودلو ما تا ته کتاب اؤ حکمت اؤ تورات اؤ انجیل اؤ چې تا به جوړؤلو دَ خټې نه دَ مرغۍ شکل زما پهٔ حکم بیا به دې هغې ته پوکے ورکړو نو شوه به الوتونکے زما پهٔ حکم ، اؤ تا به ښهٔ کؤلو پیدائشی ړوند اؤ دَ جذام مریض زما پهٔ حکم ، اؤ چې تا به را یٔستلو مړے زما پهٔ حکم ، ف۲۶۱ اؤ چې ما منع کړل بنی اسرائیل ستا نه کله چې تا راؤړې هغوی ته څرګندې نخښې ، نو ووئیل پهٔ هغوی کښې کافرانو دا نور هېڅ نهٔ دی خو جادو دے څرګند۔ ف۲۶۲
ف۲۵۹: غالبًا دا ټوله رکوع دَ راتلونکی رکوع دپاره تمهید دے۔ دَ دې احسانونو یادؤلو نه پس ترې هغه تپوس کیږی کوم چې پهٔ بله رکوع کښې راځی۔
ف۲۶۰: اول خو پهٔ اولاد باندې احسان هم پهٔ مور پلار احسان دے ، بل دا چې ظالمانو چې پهٔ بی بی مریم تهمت لګؤلو نو الله پاک دَ عیسٰیؑ پهٔ خُلهٔ هغه دَ دې تهمت نه پاکه کړه اؤ دَ عیسٰیؑ دَ پیدائش نه مخکښې اؤ دَ پیدائش نه پس ېٔ هم هغې ته دَ زړهٔ دَ اطمینان دپاره عجیبه عجیبه نښانې ښیٔلی وې۔ دا ټول پهٔ بی بی مریمؑ بلا واسطه احسانونه وو۔
ف۲۶۱: پهٔ غیږ کښې چې ېٔ کومې خبرې کړے وې هغه پهٔ سورةِ مریم کښې ذکر شوے دی۔
اِنِّیْ عَبْدُ اللہِ اٰتَانِیَ الْکِتٰبَ (الآیة) حیرانتیا ده چې عیسایانو دَ حضرت مسیحؑ دَ غیږ دَ خبرو هډو ذکر نهٔ دے کړے البته دا ېٔ لیکلی دی چې دَ دولسو (۱۲) کالو پهٔ عمر کښې ېٔ دَ یهودو مخکښې داسې حکیمانه دلائل بیان کړل چې دَ هغوی لوئی لوئی عالمان ېٔ دَ جواب نه عاجز شو۔ داسې خو دَ روحُ القدس تائید ټولو نبیانوؑ بلکې مؤمنانو ته هم حاصل دے۔ لېکن دَ حضرت عیسٰیؑ سره ېٔ څهٔ خاص فطری مناسبت اؤ خاص تعلق وهٔ ځکه دا تفصیل دَ انبیاؤ پهٔ سلسله کښې بیان شوے دے۔ تِلۡکَ الرُّسُلُ فَضَّلۡنَا بَعۡضُهُمۡ عَلٰی بَعۡضٍۢ مِنۡهُمۡ مَّنۡ کَلَّمَ اللہُ وَ رَفَعَ بَعۡضَهُمۡ دَرَجٰتٍؕ وَ اٰتَیۡنَا عِیۡسَی ابۡنَ مَرۡیَمَ الۡبَیِّنٰتِ وَ اَیَّدۡنٰهُ بِرُوۡحِ الۡقُدُسِؕ (سورة البقره ، رکوع ۳۳)
دَ روح القدس مثال پهٔ عالمِ ارواح کښې داسې وګڼیٔ لکه دې مادی دنیا کښې دَ بجلۍ طاقت۔ کله چې دَ دې طاقت مدیر پهٔ خاصه طریقه دَ دې کرنټ برابر کړی اؤ دَ بجلۍ اثر ورسوی نو خاموش ولاړ غټ غټ مشینونه پهٔ تېزیٔ روان شی۔ دَ یو مریض شلو شویو پلو ته چې دَ بجلۍ کرنټ ورکړې شی نو پهٔ هغې کښې بیا طاقت راشی اؤ کار شروع کړی۔ ځنو ډاکټرانو خو دا دعویٰ هم کړے ده چې دَ بجلۍ پهٔ ذریعه دَ هر مرض علاج کېدے شی۔ (دائرة المعارف فرید و جدی) چې دَ دې معمولی مادی طاقت دا حال دے نو دَ عالمِ ارواح دَ بجلۍ به څومره طاقت وی چې دَ هغې خزانه دَ روح القدس پهٔ لاس ده، الله تعالیٰ دَ عیسٰیؑ دَ روح القدس سره خاص تعلق قائم کړے وهٔ چې دَ هغې څرګند اثر پهٔ هغهٔ باندې دَ روحیت غلبه (بې وادهٔ ژوند تېرؤل) اؤ دَ ژوند یو خاص طرز کښې څرګند شوے وهٔ۔ دَ هغهٔ لقب روح الله کېدل اؤ پهٔ وړوکوالی ، ځوانۍ اؤ بوډاوالی کښې یو شان خبرې کؤل ، دَ خټې نه مرغۍ جوړؤل اؤ بیا دَ الله پهٔ حکم هغې کښې روح اچؤل ، دَ ړندو اؤ دَ علاج نه مایوسه مریضانو ښهٔ کؤل۔ پهٔ مړی کښې دَ الله پهٔ حکم دوباره دَ ژوند علامات پیدا کؤل ، دَ یهودو ټول سازشونه ناکام کؤل اؤ آسمان ته ختل ، پهٔ آسمان کښې پهٔ بیا دومره طویل ژوند څهٔ اثر نهٔ کېدل دا ټول دَ روح القدس سره خصوصی تعلق پهٔ وجه پیدا شوی دی ، کوم چې الله تعالیٰ پهٔ خاصه طریقه دَ دوی ترمینځه قائم کړے وهٔ۔ دَ هر پېغمبر سره دَ الله تعالیٰ یو خصوصی معامله وی چې دَ هغې پهٔ راز باندې صرف هغه علام الغیوب پوهیږی۔ دغې امتیازی معاملې ته علماء فضائل جزئیه وائی۔ دَ دې معاملو نه عام فضیلت هم نهٔ ثابتیږی ، بیا الوهیت خو پرېږده۔ وَ اِذۡ تَخۡلُقُ مِنَ الطِّیۡنِ کښې ”خلق“ محض ظاهری شکل اؤ حسی لحاظ سره استعمال شوے دے ، ګنی خالقِ حقیقی خو دَ الله تعالیٰ نه بغیر بل څوک نشته ، ځکه ورسره بیا بیا دَ بِاِذۡنِیۡ اعاده شوے ده۔ اؤ پهٔ سورتِ آلِ عمران کښې دَ حضرت مسیحؑ پهٔ خُلهٔ بِاِذۡنِ اللہِ بار بار وئیلے شوے دے۔ بهرحال کومې ناشنا خبرې چې دې ځائې کښې یا آلِ عمران کښې دَ حضرت مسیحؑ متعلق بیان شوی دی۔ دَ دې نه انکار یا پهٔ بله معنٰی اړؤل صرف دَ بې دینو کار دے۔ څوک چې دَ الله تعالیٰ نښانې (آیات الله) دَ خپل ناقص عقل تابع ګرځوی۔ باقی څوک چې دَ قانونِ قدرت پهٔ نوم دَ معجزو نه انکار کوی دَ هغې ځواب مونږ پهٔ یو مستقل مضمون کښې کړے دے۔ دَ هغې پهٔ کتو به انشاء الله ټول شکونه ورک شی۔
ف۲۶۲: هغوی معجزو اؤ عام عادت نه خلاف کارونو ته جادو ووېٔ اؤ آخر دا چې دَ حضرت مسیحؑ پهٔ قتل پسې شو۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل و کرم ترېنه حضرت مسیحؑ آسمان ته وخېژؤلو اؤ یهود ېٔ پهٔ خپلو ناپاکو ارادو کښې ناکامیاب کړل۔
وَ اِذْ اَوْحَیْتُ اِلَی الْحَوَارِیّٖنَ اَنْ اٰمِنُوْا بِیْ وَ بِرَسُوْلِیْ١ۚ قَالُوْۤا اٰمَنَّا وَ اشْهَدْ بِاَنَّنَا مُسْلِمُوْنَ۝۱۱۱
اؤ چې ما پهٔ زړهٔ کښې واچؤله حواریانو ته چې ایمان راؤړیٔ پهٔ ما اؤ زما پهٔ رسول باندې۔ دوی ووېٔ مونږ ایمان راؤړو اؤ تهٔ پهٔ دې ګواه شه چې مونږ فرمانبردار یُو۔
اِذْ قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ هَلْ یَسْتَطِیْعُ رَبُّكَ اَنْ یُّنَزِّلَ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ١ؕ قَالَ اتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۝۱۱۲
کله چې حواریانو ووېٔ اے عیسٰی دَ مریم ځویه۔ آیا ستا رب داسې کؤلے شی ف۲۶۳ چې راستوی مونږه ته یو ډک دسترخوان دَ آسمان نه ، ف۲۶۴ هغهٔ ورته ووېٔ دَ الله نه ویرېږیٔ کهٔ تاسو ایماندار ییٔ۔ ف۲۶۵
ف۲۶۳: کؤلے شی ېٔ ځکه ووېٔ چې دَ دهٔ پهٔ دعا به الله خبر چې مونږ دپاره دا کار وکړی اؤ کهٔ نه۔
ف۲۶۴: یعنی دَ آسمان نه تیاره روزی بې محنته رارسی۔ دا ضروری نهٔ ده چې خامخا دې دَ جنت نه راشی۔
ف۲۶۵: یعنی ایماندار بنده ته دا نهٔ دی پکار چې پهٔ داسې نا اشنا فرمائشونو باندې دَ الله امتحان واخلی۔ الله تعالیٰ کهٔ پهٔ هغهٔ هر څومره مهربانه وی خو روزی هم پهٔ هغه عامو وسیلو طلب کؤل پکار دی کومې چې ورته الله تعالیٰ مقرر کړے دی۔ اؤ څوک چې دَ الله نه ویریږی اؤ تقویٰ اختیار کړی ، الله تعالیٰ هغهٔ ته دَ داسې ځائې نه روزی ورکړی چې دَ هغهٔ پهٔ تصوّر کښې هم نهٔ وی۔ وَ مَنۡ یَتَّقِ اللہ یَجۡعَلۡ لَّهٗ مَخۡرَجًا وَّ یَرۡزُقۡهُ مِنۡ حَیۡثُ لَا یَحۡتَسِبۡ (اؤ څوک چې دَ الله نه ویریږی الله تعالیٰ هغهٔ تهٔ اسباب جوړ کړی اؤ دَ داسې طرف نه رزق ورکړی چې دَ هغهٔ ګمان هم نهٔ وی)
قَالُوْا نُرِیْدُ اَنْ نَّاْكُلَ مِنْهَا وَ تَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُنَا وَ نَعْلَمَ اَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَ نَكُوْنَ عَلَیْهَا مِنَ الشّٰهِدِیْنَ۝۱۱۳
هغوی ووېٔ مونږ دا غواړو چې دَ دې نه وخورو اؤ زمونږ زړونه پهٔ قلاره شی ، اؤ مونږ پوهه شو چې تا مونږ ته رښتیا وئیلی۔ اؤ شو مونږ پهٔ دې باندې ګواهان۔ ف۲۶۶
ف۲۶۶: یعنی مونږ دَ ازمېښت دپاره نهٔ وایو دَ برکت پهٔ غرض دا تقاضا کوؤ چې روزی تیاره راکؤلے شی نو مونږ به پهٔ تسلۍ سره عبادت کښې لګیا یو۔ اؤ تهٔ چې دَ اخرت دَ نعمتونو کوم خبرونه راکوے دَ هغې یوه وړه غوندې نمونه به دلته ووینو نو یقین به مو پوخ شی اؤ مونږ به دَ دې دَ سترګو لیدلے ګواهی کوؤ۔ نو دا معجزه به مشهوره شی۔ ځنو مفسرینو لیکلی دی چې عیسٰیؑ هغوی ته وئیلی وو چې تاسو دېرش روژې ونیسیٔ نو چې دَ الله نه څهٔ غواړیٔ هغه به درکړی نو حواریانو چې روژې ونیوې نو دَ مائدې سوال ېٔ وکړو۔ دَ نَعۡلَمُ اَنۡ قَدۡ صَدَقۡتَنَا کښې دې طرف ته اشاره ده۔
قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ اللّٰهُمَّ رَبَّنَاۤ اَنْزِلْ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ تَكُوْنُ لَنَا عِیْدًا لِّاَوَّلِنَا وَ اٰخِرِنَا وَ اٰیَةً مِّنْكَ١ۚ وَ ارْزُقْنَا وَ اَنْتَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ۝۱۱۴
ووې عیسٰیؑ دَ مریم ځوی اے الله زما ربه ، راواستوې مونږ ته خوانچه ډکه دَ آسمان نه چې دا ورځ دَ خوشحالیٔ شی زمونږ دَ مخکښینیو اؤ وروستنیو دپاره ف۲۶۷ اؤ یوه نخښه شی ستا له طرفه ، ف۲۶۸ اؤ مونږ ته روزی راکړې اؤ هم تهٔ دَ ټولو نه ښهٔ روزی رسان ئ۔ ف۲۶۹
ف۲۶۷: یعنی هغه ورځ پهٔ کومه ورځ چې دَ آسمان نه مائده راشی دا ورځ به زمونږ مخکښینیو اؤ ورستنیو دپاره یو یادګاری ورځ شی۔ مونږ به هر کال پهٔ دې ورځ خوشحالی کوؤ۔ پهٔ دې تقریر دلته دَ عید معنیٰ داسې شوه لکه بخاری شریف کښې چې روایت دے چې دَ آیت اَلۡیَوۡمَ اَکۡمَلۡتُ لَکُمۡ دِیۡنَکُمۡ متعلق به یهودو وې چې تاسو دَ یو داسې آیت تلاوت کویٔ کهٔ دا پهٔ مونږ راغلے وې نو مونږ به پهٔ دې ورځ اختر مقرر کړے وهٔ۔ اِنَّکُمۡ تَقۡرَءُوۡنَ اٰیَةً لَوۡ نُزِّلَتۡ فِیۡنَا لَا اتَّخَذۡنَاهَا عِیۡدًا۔ څنګه چې دلته دَ آیت نه اختر جوړؤلو مطلب دا دے چې پهٔ دې ورځ به مو یادګاری میله کؤله۔ دغه شان دلته هم دَ مائدې نه دَ اختر جوړؤلو مطلب دا دے چې دَ دې دَ نازلېدو پهٔ ورځ به مو یادګاری میله کؤله۔ وئیلی شی چې دا مائده دَ اتوار پهٔ ورځ راکوزه شوے وه۔ چې دَ عیسایانو دپاره داسې دے لکه زمونږ جمعه۔
ف۲۶۸: یعنی ستا دَ قدرت اؤ زما دَ نبوّت اؤ صداقت یوه علامه شی۔
ف۲۶۹: یعنی بې تکلیفه روزی راکړې دَ ستا سره دَ څهٔ کمے دے اؤ تا ته څهٔ ګران دی۔
قَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مُنَزِّلُهَا عَلَیْكُمْ١ۚ فَمَنْ یَّكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَاِنِّیْۤ اُعَذِّبُهٗ عَذَابًا لَّاۤ اُعَذِّبُهٗۤ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ۠۝۱۱۵
ووې الله بې شکه زهٔ به دا خوانچه راواستوم ، خو کهٔ بیا چا ناشکری وکړه دَ دې نه پس نو زهٔ به ورته داسې عذاب ورکړم چې داسې عذاب پهٔ دنیا کښې بل هېچا ته نهٔ ورکوم ف۲۷۰
ف۲۷۰: چې نعمت ډېر غټ اؤ نایاب وی نو دَ هغې شکریه هم هغه شان ډېره پکار ده اؤ پهٔ ناشکریٔ به ېٔ عذاب هم سخت وی۔ پهٔ موضؔح القرآن کښې دی ”دغه دسترخوان څلوېښت ورځې راتلو بیا ځنې خلقو ناشکری وکړه نو بند شو۔ هغوی ته حکم دا وهٔ چې دا خوراک به صرف مریضان اؤ محتاج خوری نو هغه روغو اؤ مالدارو هم خوراک شروع کړو ، نو پهٔ هغوی کښې اتیا (۸۰) کسانو نه شادوګان اؤ خنزیران جوړ شول۔ داسې عذاب دې نه مخکښې پهٔ یهودو راغلے وهٔ اؤ دَ دې نه پس پهٔ بل چا نهٔ دے راغلے۔ ځنو مفسرینو لیکلی دی چې مائده نازله شوے نهٔ وه۔ غوښتونکی دَ دې سزا نه ویرېدل اؤ تقاضا ېٔ پرېښوه۔ لېکن دَ پېغمبر دعا عبس نهٔ ځی اؤ دَ دې کلام نقل کؤل بې فائدې نهٔ دی۔ شاید هم دَ دغې دعا اثر دے چې دَ حضرت عیسٰیؑ اُمت همېشه آسوده حال پاتی شوی دی۔ اؤ چا چې ناشکری کړے ده یعنی دَ زړهٔ نه ېٔ عبادت نهٔ دے کړے بلکې دا مال ېٔ پهٔ ګناه کښې خرچ کړے دے هغوی ته به پهٔ اخرت کښې سخت عذاب ورکؤلے شی۔ پهٔ دې کښې مسلمانانو دپاره هم عبرت دے چې خپله مُدعا دې پهٔ (خرقِ عادت) نهٔ غواړی ځکه چې دَ هغې شکر پوره کؤل ګران دی۔ پهٔ ظاهری اسبابو صبر کؤل ښهٔ دی۔
وَ اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ ءَاَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُوْنِیْ وَ اُمِّیَ اِلٰهَیْنِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ قَالَ سُبْحٰنَكَ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اَقُوْلَ مَا لَیْسَ لِیْ١ۗ بِحَقٍّ١ؐؕ اِنْ كُنْتُ قُلْتُهٗ فَقَدْ عَلِمْتَهٗ١ؕ تَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِیْ وَ لَاۤ اَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِكَ١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ۝۱۱۶
اؤ کله چې به ووائی الله اے عیسٰی دَ مریم ځویه تا وئیلی وو خلقو ته چې جوړ کړیٔ زما نه اؤ زما دَ مور نه دوه معبودان غیر دَ الله نه، ف۲۷۱ هغهٔ ووېٔ تهٔ پاک ئ ، زما سره نهٔ ښائی چې داسې خبرې وکړم دَ کومې چې ما ته حق نشته ، کهٔ ما وئیلی وی نو تا ته به ضرور معلوم وی ، تهٔ خبر ېٔ څهٔ چې زما پهٔ زړهٔ کښې دی اؤ ما ته نهٔ دی معلوم څهٔ چې ستا پهٔ زړهٔ کښې دی بېشکه تهٔ پهٔ پټو خبرو ډېر ښهٔ خبر ئ ف۲۷۲
ف۲۷۱: تېره رکوع پهٔ اصل کښې دَ دې رکوع دپاره تمهید وهٔ۔ پهٔ تېره رکوع کښې یَوۡمَ یَجۡمَعُ اللہُ الرُّسُلَ کښې خبردارے دے چې دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ ټولو رسولانو نه دَ هغوی دَ اُمتونو پهٔ حق کښې دَ ټولې دنیا مخکښې تپوس کیږی۔ بیا پهٔ هغوی کښې ېٔ دَ عیسٰیؑ ذکر خاص طور سره وکړو چې پهٔ کروړونو خلقو هغه دَ خدایئ درجې ته رسؤلے دے۔ دَ هغهٔ نه به دَ دې عقیدې پهٔ حق کښې خاص طور سره تپوس کیږی۔ لېکن دَ دې تپوس نه اول به هغهٔ ته عظیم احسانونه اؤ انعامات یادؤلے شی کوم چې پهٔ هغهٔ اؤ دَ هغهٔ پهٔ مور باندې شوی وو۔ بیا به ورته ووئیلی شی چې تا خلقو ته وئیلی وو چې زما اؤ زما دَ مور نه خدایان جوړ کړیٔ دَ الله نه سوا۔ حضرت مسیحؑ به پهٔ دې سوال دَ هېبته ورپیږی اؤ دغه عرض به وکړی کوم چې مخکښې آیتونو کښې راځی۔ پهٔ آخر کښې الله تعالیٰ فرمائی هٰذَا یَوۡمَ یَنۡفَعُ الصَّادِقِیۡنَ صِدۡقُہُمۡ۔
(دا هغه ورځ ده چې رښتونیو ته به خپل صداقت فائده رسوی)
بهرحال دا ټوله واقعه دَ قیامت دَ ورځې ده چې هغې ته دَ یقین راتلو پهٔ وجه قرآن اؤ حدیث کښې دَ ماضی صیغه استعمالیږی۔
ف۲۷۲: یعنی ما به داسې خبره څنګه کؤله ، دَ ستا ذات پاک دے ، ستا څوک شریک نشته۔ چا ته چې دَ پېغمبریٔ غوندې وچته مرتبه ورکړې شوے وی هغهٔ سره لائقه نهٔ ده چې داسې ناحقه خبره دَ خلې نه وباسی۔ نو ستا دَ پاکیٔ اؤ زما دَ معصومیت دواړو دا تقاضا ده چې ما داسې خرابه خبره نهٔ شوه کؤلے اؤ دَ ټولو نه غټه خبره دا ده چې ستا دَ کامل علم نه هېڅ پټ نهٔ دی۔ کهٔ ما واقعی داسې خبره کړے وی نو تهٔ به ورباندې خبر وې۔ تهٔ خبر ېٔ چې ما پهٔ پټه یا پهٔ څرګنده داسې خبره نهٔ ده کړے بلکې زما پهٔ زړهٔ کښې هم داسې ګنده خیال نهٔ شی راتلې۔ ستا نه خو دَ زړونو خیالات هم پټ نهٔ دی ، پهٔ هر څهٔ خبر ېٔ۔
مَا قُلْتُ لَهُمْ اِلَّا مَاۤ اَمَرْتَنِیْ بِهٖۤ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ رَبِّیْ وَ رَبَّكُمْ١ۚ وَ كُنْتُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا مَّا دُمْتُ فِیْهِمْ١ۚ فَلَمَّا تَوَفَّیْتَنِیْ كُنْتَ اَنْتَ الرَّقِیْبَ عَلَیْهِمْ١ؕ وَ اَنْتَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ۝۱۱۷
نهٔ دی وئیلی ما دوی ته بې دَ هغې چې تا راته حکم کړے وهٔ ، دا چې دَ الله عبادت کویٔ هغه رب دے زما اؤ ستاسو ف۲۷۳ اؤ زهٔ دَ هغوی نه خبر وم تر څو چې پهٔ هغوی کښې وم۔ بیا کله چې تا پورته کړم نو هم تهٔ دَ هغوی خبر اخستونکے وې۔ اؤ تهٔ پهٔ هر څهٔ باندې خبردار ئ۔ ف۲۷۴
ف۲۷۳: ما ستا دَ حکم نه یو پوټے تېرے نهٔ دے کړے۔ څهٔ چې تا راته حکم کړے وهٔ هغه مې خلقو ته رسؤلے دے نو ما دَ خپلې خداییٔ دعویٰ څنګه کؤلے شوه۔ ما خو هغوی ته دا وئیلی دی چې زهٔ دَ الله بنده یم اؤ خلق مې ستا عبادت ته رابللی دی اؤ صفا صفا مې ورته وئیلی دی چې زما اؤ ستاسو ټولو پروردګار هغه یو الله دے۔ هم هغه یواځې دَ عبادت لائق دے۔ (چنانچې نن هم پهٔ بائبل کښې دَ دې مضمون آیتونه موجود دی)
ف۲۷۴: یواځې دا نه چې خلق مې ستا عبادت طرف ته رابللی دی بلکې څو پورې چې زهٔ هلته موجود وم دَ هغوی دَ حالت نګرانی مې هم کؤله چې غلطې عقیدې پکښې پیدا نهٔ شی۔ کله چې زما هلته وخت پوره شو اؤ تا ترېنه راپورته کړم نو بیا هم تهٔ دَ هغوی دَ حالت نګران وې اؤ تهٔ ترېنه ښهٔ خبر ئ ، زهٔ پکښې څهٔ نهٔ شم وئیلے۔
تنبیه: دَ حضرت مسیحؑ پهٔ مرګ یا آسمان ته ختو بحث پهٔ سورتِ آلِ عمران کښې تېر شوے دے۔ مترجم رحمة الله علیه چې دلته دَ ”تَوَفَّیْتَنِیْ“ ترجمه پورته کړے ده نو دا دَ محاورې پهٔ لحاظ پهٔ مرګ اؤ آسمان ته خیژؤلو دواړو باندې صادقیږی۔ ګویا پهٔ دې ېٔ خبردارے ورکړو چې دَ تَوَفّٰی سره مرګ ضروری نهٔ دے اؤ نهٔ دَ تَوَفّٰی دَ مرګ پهٔ معنیٰ دلته څهٔ ضرورت شته۔ حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی چې دَ بعضې کسانو متعلق به دَ قیامت پهٔ ورځ هم دغسې وایم څنګه چې بندهٔ صالح حضرت مسیحؑ وئیل۔ وَ کُنْتُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا مَّا دُمْتُ فِیْهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّیْتَنِیْ کُنْتَ اَنْتَ الرَّقِیْبَ عَلَیْهِمْ۔
دَ دې قسم تشبیهاتو نه دا مطلب راوېستل ”چې څنګه چې حضور اکرمﷺ وفات شوے دے هم دغسې حضرت مسیحؑ هم وفات شوے دے۔“ دَ عربیٔ ژبې نه دَ ناواقفتیا دلیل دے۔ مشرکانو به یوې ونې (ذات انماط) کښې خپلې وسلې اوېزاندؤلے ، نو اصحابوؓ حضور اکرمﷺ ته عرض وکړو چې مونږ ته هم دغسې یوه ونه مقرر کړه چې وسلې پکښې اوېزاندوؤ۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل ستاسو دا وینا خو داسې ده لکه موسٰیؑ ته چې قوم وئیلی وو مونږ ته هم دغسې معبود جوړ کړه لکه دَ دوی چې دے۔ (اِجْعَلْ لَنَا اِلٰهًا کَمَا لَهُمْ اٰلِهَۃً) نو آیا یو مسلمان دَ دې تشبیهه دا مطلب اخستے شی چې معاذ الله اصحابوؓ دَ بُت پرستیٔ درخواست کړے وهٔ۔ دَ داسې قسم تشبیهاتو نه دَ اجماع اُمت اؤ قرآن و حدیث څرګندو تصریحاتو خلاف دلیل نیؤل صرف دَ هغې ډلې کار دے دَ چا پهٔ نسبت چې دَ قرآن ارشاد دے۔ ”فَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ زَیْغٌ فِیَتَّبِعُوْنَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَآءَ تَاْوِیْلِهٖ“ (دَ چا پهٔ زړونو کښې چې کوږوالے دے هغوی اتباع کوی دَ متشابهو آیتونو دَ فتنې پیدا کؤلو اؤ تاویلونو لټؤلو دپاره)
اِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَاِنَّهُمْ عِبَادُكَ١ۚ وَ اِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَاِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۱۱۸
کهٔ تهٔ ورته عذاب ورکوے هم ستا بندیان دی ، اؤ کهٔ تهٔ ېٔ معاف کوے هم تهٔ ئ زبردست دَ حکمت خاوند۔ ف۲۷۵
ف۲۷۵: یعنی تهٔ پهٔ خپلو بندګانو باندې بې ځایه سختی نهٔ کوے کهٔ تهٔ ورته سزا ورکوے هم دَ عدل اؤ حکمت پهٔ تقاضا به ېٔ ورکوے اؤ کهٔ معافی ورکوے هم دَ څهٔ کمزوریٔ پهٔ وجه به نهٔ وی ځکه چې تهٔ زبردست اؤ غالب ئ۔ نو مجرم هم ستا دَ قبضې اؤ قدرت نه تښتېدې نهٔ شی۔ اؤ تهٔ حکیم ېٔ نو دا هم نهٔ شی کېدے چې یو مجرم هسې بې موقع معاف کړې۔ بهرحال دَ مجرمانو پهٔ حق کښې چې تهٔ څهٔ فیصله کوې هغه به حکیمانه وی۔ دَ حضرت مسیحؑ دا کلام به دَ محشر پهٔ ورځ وی چې دَ کفارو پهٔ حق کښې به دَ رحم هېڅ اپیل نهٔ شی کېدے۔ ځکه حضرت مسیحؑ دَ عزیز حکیم پهٔ ځائې غفور رحیم صفات اختیار نهٔ کړل۔ دَ دې برخلاف ابراهیمؑ پهٔ دنیا کښې خپل پروردګار ته عرض کؤلو۔ رَبِّ اِنَّهُنَّ اَضْلَلْنَ کَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ فَمَنْ تَبِعَنِیْ فَاِنَّهٗ مِنِّیْ وَ مَنْ عَصَانِیْ فَاِنَّکَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۔
(اے زما ربه دې بتانو پهٔ دنیا کښې ډېر خلق ګمراه کړل نو کوم کسان چې زما تابع شو هغه خو زما ملګری دی اؤ چا چې زما نافرمانی وکړه نو تهٔ بخښونکے مهربان ئ)
یعنی تهٔ پهٔ خپل رحم و کرم دوی ته دَ توبې اؤ دَ حق منلو توفیق ورکړې اؤ زاړهٔ ګناهونه ورته معاف کړې۔
قَالَ اللّٰهُ هٰذَا یَوْمُ یَنْفَعُ الصّٰدِقِیْنَ صِدْقُهُمْ١ؕ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ؕ رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوْا عَنْهُ١ؕ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۝۱۱۹
ووېٔ الله دا ورځ ده چې پکار به راځی دَ رښتونو خلقو رښتیا۔ ف۲۷۶ دَ هغوی دپاره داسې باغونه دی چې بهیږی ترې لاندې نهرونه دوی به پهٔ دې کښې همېشه وی۔ الله راضی دے دَ دوی نه اؤ دوی راضی شو دَ الله نه۔ هم دغه غټه کامیابی ده۔ ف۲۷۷
ف۲۷۶: څوک چې پهٔ خپل قول ، عمل اؤ عقیده کښې پهٔ حقه اؤ رښتونی وو۔ لکه مسیحؑ نو هغوی ته به خپل صداقت نن فائده ورکړی۔
ف۲۷۷: غټه کامیابی دَ الله رضا ده۔ جنّت هم ځکه مطلوب دے چې هغه دَ الله تعالیٰ دَ رضا مقام دے۔
لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا فِیْهِنَّ١ؕ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۠۝۱۲۰
هم دَ الله دے سلطنت دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې اؤ څهٔ چې پهٔ دې کښې دی ، اؤ هغه پهٔ هر څیز باندې قادر دے۔ ف۲۷۸
ف۲۷۸: یعنی دَ هر وفادار اؤ دَ هر مجرم سره به داسې معامله کیږی څنګه چې دَ حقیقی بادشاه دَ شان ، عظمت اؤ جلال سره مناسب وی۔
سُوْرَۃُ الْاَنْعَامِ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ مِائَۃٌ وَّ خَمْسٌ وَّ سِتُّوْنَ اٰیَةً وَّ عِشْرُوْنَ وَ رُکُوْعًا
سورتِ انعام ف۱ پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے اؤ پهٔ دې کښې یو سل اؤ پنځهٔ شپېتهٔ (۱۶۵) آیتونه اؤ شل(۲۰) رکوع دی۔
ف۱: دا سورت پهٔ مکّه معظّمه کښې نازل شوے دے ، صرف یو څو آیتونه ترېنه عالمانو بیل کړی دی (چې هغه مدنی دی) روایت دے چې دا سورت ټول پهٔ یو ځائې دَ بې شمېره فرښتو دَ جلوس سره نازل شوے وهٔ۔ لېکن ابن اصلاح پهٔ خپله فتاوٰی کښې دَ دې روایتونو دَ صحت نه انکار کړے دے دَ کومو نه چې معلومیږی چې ټول سورت پهٔ یو ځائې نازل شوے دے۔ والله اعلم۔ ابو اسحٰق اسفرائنی وائی چې دا سورت دَ توحید پهٔ ټولو اصولو اؤ قواعدو مشتمل دے۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ جَعَلَ الظُّلُمٰتِ وَ النُّوْرَ١ؕ۬ ثُمَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ۝۱
ټول تعریفونه دَ الله دی چې پیدا ېٔ کړل آسمانونه اؤ زمکه اؤ جوړه ېٔ کړه تیارهٔ اؤ رڼا بیا هم دا کافران دَ خپل رب سره نور خلق برابروی ف۲
ف۲: مجوسیان دوه(۲) خدایان منی۔ (۱)یزدان چې خالق دَ خیر دے ، اؤ (۲) اهرمن چې خالق دَ شر دے۔ اؤ دَ دواړو نه پهٔ نوؔر اؤ ظلمؔت تعبیر کوی۔ دَ هندوستان بُت پرست درے دېرش کروړه خدایان منی۔ آریه سماج ، سره دَ دې چې دَ توحید دعویٰ کوی بیا هم مادؔه اؤ روؔح۔ غیر مخلوق ګڼی اؤ الله پهٔ خپل صفتِ تکوین اؤ تخلیق کښې مجبور اؤ دَ دې دواړو محتاج منی۔ عیسایانو ته دَ پلار اؤ ځوئی مینځ کښې توازن قائم ساتلو دپاره دَ (درے یو اؤ یو درے) کنجلک عقیدې ضرورت پرېوتو۔ یهودیانو الله ته داسې صفتونه ثابت کړل چې یو عام انسان هم دَ هغهٔ سره برابر کېدے شی۔ بلکې زیاتېدے شی ترې۔
دَ عربو مشرکان خو دَ خداییٔ پهٔ تقسیم کښې دومره سخیان وو چې دَ غرهٔ هر کاڼے دَ هغوی پهٔ خیال دَ عبادت قابل وهٔ۔ غرض دا چې دَ اور ، اوبهٔ ، نمر ، ستوری ، ونې ، کاڼی ، ځناور غرض دا چې داسې څیز چا نهٔ دے پریٔښې چې دَ هغهٔ پهٔ خداییٔ کښې حصه نهٔ وی اؤ پهٔ عبادت اؤ امداد غوښتو کښې دَ الله سره برابر نهٔ وی۔ حالانکې هغه ذات پاک چې دَ ټولو کاملو صفاتو جامع اؤ دَ ټولو خوبیانو سرچشمه کېدو پهٔ وجه دَ ټولو تعریفونو بې دَ چا دَ شراکت نه حقدار دے۔ چا چې آسمان زمکه ، شپه ورځ ، رڼا تیارهٔ ، علم جهل ، هدایت ګمراهی ، مرګ اؤ ژوند ، غرض دا چې ټول متقابل کیفیات اؤ متضاد احوال ظاهر کړی دی۔ هغهٔ ته پهٔ دې کارونو کښې دَ هېچا دَ امداد ضرورت نشته۔ نهٔ دَ هغهٔ سره پهٔ خداییٔ کښې څوک شریک شته اؤ نهٔ دَ هغهٔ پهٔ اراده څوک غالب راتلې شی نهٔ پهٔ هغهٔ دَ چا زور چلیږی۔ بیا دَ حیرانتیا خبره ده چې پهٔ دې حقیقت پوهېدو نه پس څوک څنګه بل څیز ته دَ خداییٔ درجه ورکؤلے شی۔
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ طِیْنٍ ثُمَّ قَضٰۤی اَجَلًا١ؕ وَ اَجَلٌ مُّسَمًّی عِنْدَهٗ ثُمَّ اَنْتُمْ تَمْتَرُوْنَ۝۲
هم هغه دے چې تاسو ېٔ پیدا کړیٔ دَ خاورې نه ، بیا ېٔ مقرر کړو یو وخت۔ اؤ یو وخت مقرر دے دَ الله سره۔ بیا هم تاسو شک کویٔ۔ ف۳
ف۳: مخکښې دَ عالمِ کبیر (دنیا) دَ پیدائش ذکر وهٔ ، اوس دَ عالمِ صغیر (انسان) دَ پیدائش بیان دے۔ چې پهٔ اول کښې خو الله پاک دَ آدمؑ بدن دَ خاورې نه جوړ کړو، بیا ېٔ پکښې ژوند اؤ انسانی کمالات واچؤل۔ نن هم دَ خاورې نه دَ خوراک څیزونه پیدا کیږی۔ دَ دې خوراک دَ څیزونو نه ”نطفه“ جوړیږی اؤ دَ نطفې نه بیا دَ ماشوم تخلیق کیږی۔ غرض دا چې پهٔ دې طریقه خو دَ نِشت نه شتهٔ شی۔ بیا دَ هر بنده دَ مرګ یو وخت مقرر دے۔ دَ مرګ نه پس بنده بیا دَ خاورو سره خاورې شی دَ کومو خاورو نه چې جوړ شوے وهٔ۔ دَ دې نه اندازه ولګویٔ چې دغه شان دَ عالمِ کبیر (دنیا) دَ فنا کېدو دپاره هم یو وخت مقرر دے چې هغې ته قیامتِ کبرٰی (لوئے قیامت) وئیلی شی۔ قیامتِ صغرٰی (وړوکے قیامت) یعنی دَ یو بنده مرګ خو مونږ هر وخت پهٔ سترګو وینو چې واقع کیږی (لېکن دَ وړاندې نه ېٔ پته نهٔ لګی چې کله به وی) دغسې دَ عالمِ کبیر دَ فنا کېدو هم یو وخت مقرر دے۔ خو هغه وخت سِوا دَ الله تعالیٰ نه بل هېچا ته نهٔ دے معلوم۔ حیرانتیا ده چې دَ عالمِ صغیر (انسان) فنا هره ورځ خلق پهٔ سترګو وینی اؤ بیا هم دَ عالمِ کبیر پهٔ فنا کښې څوک شک شبه کوی۔
وَ هُوَ اللّٰهُ فِی السَّمٰوٰتِ وَ فِی الْاَرْضِ١ؕ یَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَ جَهْرَكُمْ وَ یَعْلَمُ مَا تَكْسِبُوْنَ۝۳
اؤ هم هغه الله دے پهٔ آسمانونو کښې اؤ پهٔ زمکه کښې۔ ف۴ خبر دے ستاسو پهٔ پټه اؤ پهٔ څرګنده۔ اؤ خبر دے پهٔ هغه څهٔ چې تاسو ېٔ کویٔ۔ ف۵
ف۴: یعنی پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې هغه یواځې معبود ، مالک ، بادشاه ، متصرف اؤ تدبیر کؤنکے دے۔ (اؤ دغه مبارک نوم ”الله“ هم دَ هغه ذات پاک دپاره خاص دے) بیا دَ بل چا دپاره دَ معبود کېدو حق دَ کوم ځائې نه راغلو۔
ف۵: هر کله چې پهٔ زمکه اؤ آسمانونو ټولو کښې یواځې دَ هغهٔ حکومت دے اؤ هغه دَ دنیا دَ هر پټ اؤ څرګند څیز اؤ دَ بنیادم دَ هر وړوکی اؤ لوئی، پټ اؤ څرګند عمل نه خبر دے نو عبادت کونکی ته پهٔ عبادت کښې یا امداد غوښتو کښې دَ بل چا دَ شریکؤلو حاجت نشته۔ مشرکانو به وې چې مونږ دَ بتانو عبادت دې دپاره کوؤ چې دوی مو الله ته نژدے کړی ، زمونږ سفارش وکړی (وَ مَا نَعْبُدُهُمْ اِلَّا لِیُقَرِّبُوْنَا اِلَی اللہِ زُلْفٰی)
دې آیت کښې دَ دې خبرې ځواب وشو۔ اؤ مخکښې آیت کښې چې دَ قیامت ورځې ته اشاره شوے ده پهٔ دې کښې مجازات ته یعنی جزا و سزا ورکؤلو ته اشاره وشوه چې دَ آسمانونو اؤ زمکې حکومت خو زما دے اؤ زهٔ دَ هر څهٔ نه خبر یم نو بیا تاسو داسې نهٔ شیٔ پاتې کېدے۔ (دَ خپل عمل بدله به مومیٔ)
وَ مَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ۝۴
اؤ دوی ته نهٔ راځی یوه نخښه هم دَ دوی دَ رب دَ نخښو نه ، مګر دوی دَ هغې نه مخ جارباسی۔ ف۶
ف۶: ”آیتونو“ کښې دواړه احتماله دی۔ تکوینی آیات ترېنه هم مراد کېدے شی اؤ تنزیلی هم۔
فَقَدْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ١ؕ فَسَوْفَ یَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۝۵
بېشکه دوی دروغ وګڼلو دغه حق (کتاب) کله چې دوی ته ورسېدو نو بس دا دے راتلونکے دے دَ دوی مخې ته حقیقت دَ هغې خبرې چې دوی ورپورې خندا کؤله۔ ف۷
ف۷: ”حق“ نه دلته مراد غالبًا قرآن کریم دے کوم چې دَ الله دَ نښانو نه تغافل کؤنکیو ته بد انجام اؤ دنیوی اؤ اُخروی سزا خبر ورکوی۔ دَ دې پهٔ اورېدو کافران خنداګانې اؤ مسخرې کوی۔ هغوی ته خبر ورکړې شو چې پهٔ کومو خبرو پورې تاسو خندا کویٔ دَ هغې حقیقت به ورته ډېر ژر مخې ته راشی۔ مخکښې دَ هغې قومونو حواله ورکړې شوے ده کوم چې دَ آیات الله دَ تکذیب اؤ استهزاء پهٔ وجه تباه شوی دی۔
اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَّكُمْ وَ اَرْسَلْنَا السَّمَآءَ عَلَیْهِمْ مِّدْرَارًا١۪ وَّ جَعَلْنَا الْاَنْهٰرَ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَ اَنْشَاْنَا مِنْۢ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ۝۶
آیا دوی نهٔ ګوری چې څومره قومونه هلاک کړی دی مونږه دَ دوی نه مخکښې چې طاقت مو ورکړے وهٔ پهٔ وطن کښې دومره چې تاسو ته مو دومره نهٔ دے درکړے اؤ پریٔښې مو وهٔ پهٔ هغوی آسمان چې پهٔ مخه ورېدو ، اؤ جوړ کړی مو وو نهرونه چې بهېدل ورلاندې، بیا مو هغوی هلاک کړل دَ هغوی دَ ګناهونو پهٔ سبب اؤ راپیدا مو کړل دَ هغوی نه پس نور قومونه۔ ف۸
ف۸: یعنی عاد اؤ ثمود چې دَ هغوی سره ستاسو نه زیات طاقت اؤ ساز و سامان وهٔ۔ پهٔ بارانونو اؤ نهرونو دَ هغوی زمکې اؤ باغونه سرسبز و شاداب وو۔ اؤ دَ خوشحالیٔ ژوند ېٔ تېرؤلو۔ خو چې نافرمانی ېٔ وکړه اؤ دَ الله دَ حکم نه بغاوت ته تیار شو نو داسې سزا ورکړې شوه چې نوم نشان ېٔ پاتې نهٔ شو اؤ دَ هغوی نه پس بیا نور قومونه راپورته شو۔ دَ منکرانو سره همېشه راسې دغه سلسله جاری ده۔ نافرمانه تباه کیږی اؤ دَ هغوی پهٔ ځائې نور قومونه راپورته کیږی۔ دَ دنیا پهٔ آبادیٔ کښې څهٔ فرق نهٔ راځی۔
وَ لَوْ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ كِتٰبًا فِیْ قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوْهُ بِاَیْدِیْهِمْ لَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ۝۷
اؤ کهٔ راواستوؤ مونږ پهٔ تا باندې لیکلے شوے (کتاب) پهٔ کاغذ کښې بیا ېٔ دوی پهٔ خپلو لاسو وګوری هم ضرور به دا کافران ووائی چې نهٔ دے دا مګر څرګند جادو۔ ف۹
ف۹: دَ مکّې معظّمې پهٔ مشرکانو کښې ځنو کسانو دا مطالبه کړے وه کهٔ تا مونږ ته دَ آسمان نه لیکلے کتاب راؤړو ورسره څلور فرښتې دَ ګواهیٔ دپاره راشی چې دا دَ الله کتاب دے نو مونږ به ایمان راؤړو۔ پهٔ دې آیت کښې دَ هغې ځواب دے چې دوی اوس موجوده قرآن ته جادو اؤ دَ هغهٔ راؤړونکی ته جادوګر وائی۔ نو کهٔ واقعی ورته دَ آسمان نه لیکلے کتاب راغلو اؤ دوی ېٔ پهٔ خپلو سترګو وګوری چې واقعی کتاب دے څهٔ نظر بندی نهٔ ده نو بیا خو پهٔ ورته خود جادو وائی۔ دَ کومو بدقسمتو پهٔ نصیب کښې چې هدایت نهٔ وی دَ هغوی شک هېچرې نهٔ ختمیږی۔
وَ قَالُوْا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ مَلَكٌ١ؕ وَ لَوْ اَنْزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِیَ الْاَمْرُ ثُمَّ لَا یُنْظَرُوْنَ۝۸
اؤ دوی وائی ولې راکوزه نهٔ شوه پهٔ دهٔ فرښته۔ ف۱۰ اؤ کهٔ مونږ راکوزه کړو فرښته نو قصه به ختمه شی۔ اؤ بیا به دوی ته نور مهلت نهٔ شی ورکؤلے۔ ف۱۱
ف۱۰: چې دغه فرښتو زمونږ مخکښې دَ دهٔ دَ صداقت ګواهی ورکړے وې۔
ف۱۱: کهٔ فرښته پهٔ خپل اصلی شکل کښې راغله نو دوی ورته یو منټ هم نهٔ شی کتے ، سمدستی به ېٔ دَ هیبته ساه ختلی وی۔ دا صرف دَ نبیانو روحانی طاقت دے چې فرښتې پهٔ خپل اصلی شکل کښې لیدے شی۔ رسولِ کریمﷺ دوه ځله جبریلؑ پهٔ خپل اصلی شکل کښې لیدلے وهٔ۔ دَ بل نبی متعلق داسې ثبوت نشته۔ بل دا کهٔ دَ دې خلقو داسې عظیم فرمائش پوره شی اؤ بیا هم دوی ایمان رانهٔ وړی څنګه چې دَ دوی دَ سرکشو طبیعتونو نه اندازه لګی نو بیا سُنّة الله دا دے چې نور مهلت قطعًا نهٔ شی ورکؤلے ، داسې عذاب پرې راځی چې بالکل نوم نشان ېٔ ورک شی۔ پهٔ دې لحاظ داسې فرمائش نهٔ پوره کؤل هم دَ الله پاک عین رحمت اؤ مهربانی ده۔
وَ لَوْ جَعَلْنٰهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنٰهُ رَجُلًا وَّ لَلَبَسْنَا عَلَیْهِمْ مَّا یَلْبِسُوْنَ۝۹
اؤ کهٔ مونږ رسول کؤلے یو فرښته نو هغه به مو هم دَ بنیادم پهٔ شکل کؤله اؤ دوی به ېٔ هم پهٔ شک کښې غورځؤل چې اوس پکښې پراتهٔ دی۔ ف۱۲
ف۱۲: فرښته پهٔ خپل اصلی شکل کښې دوی نهٔ شی لیدے۔ دا خو دَ مخکښې آیت نه معلومه شوه۔ بل احتمال دا وهٔ چې فرښته دې دَ بنیادم پهٔ شکل کښې راشی۔ دَ هغې ځواب ورکړې شو چې پهٔ دې حالت کښې به دَ منکرانو شک ورک نهٔ شی ، کوم چې ېٔ دَ دې رسولانو متعلق دے۔ هغه به بیا هم وی کهٔ فرښته دَ بنیادم پهٔ شکل کښې راشی۔
وَ لَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۠۝۱۰
اؤ بېشکه خندا کړې شوے ده ستا نه مخکښې رسولانو پورې۔ بیا راګېر کړل هغه کسان چې خندا ېٔ کؤله هغه څیز ، کوم پورې چې دوی خندل۔ ف۱۳
ف۱۳: منکرانو ته ځواب ورکؤلو نه پس اوس حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکؤلے شی چې تهٔ دَ دوی پهٔ تکذیب اؤ خندا مهٔ خفه کېږه۔ دا څهٔ نوې خبره نهٔ ده ستا نه مخکښې رسولانو سره هم دغسې شوی دی بیا دَ هغوی دَ تکذیب کؤنکیو چې څهٔ حال شو هغه خلقو ته معلوم دے۔ دوی ته هم الله پاک دغسې سزا ورکؤلے شی۔
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ ثُمَّ اَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ۝۱۱
تهٔ ورته ووایه پهٔ ملک کښې وګرځیٔ بیا وګوریٔ چې څهٔ انجام شو دَ تکذیب کونکیو؟ ف۱۴
ف۱۴: یعنی کهٔ پهٔ ملک کښې وګرځیٔ اؤ دَ تباه شویو قومونو باقی پاتې نښانو ته دَ عبرت پهٔ نظر وګوریٔ نو دَ رسولانو دَ تکذیب کؤنکیو حال به درته معلوم شی۔ پهٔ دغې باندې قیاس وکړیٔ چې دَ تکذیب کؤنکیو دا حشر دے نو دَ خندا کؤنکیو به څهٔ حال وی۔
قُلْ لِّمَنْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ قُلْ لِّلّٰهِ١ؕ كَتَبَ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ١ؕ لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ١ؕ اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۱۲
تپوس ترې وکړه چې دَ چا دی څهٔ چې آسمانونو کښې دی اؤ پهٔ زمکه کښې؟ ورته ووایه هم دَ الله دی هغهٔ لیکلے ده پهٔ خپله ذمه مهربانی۔ ضرور به تاسو ټول راجمع کوی دَ قیامت تر ورځې چې پکښې هېڅ شک نشته۔ کومو خلقو چې پهٔ تاوان کښې غورځؤلی دی خپل ځانونه ، هم هغوی ایمان نهٔ راؤړی۔ ف۱۵
ف۱۵: هر کله چې پهٔ ټوله زمکه اؤ آسمانونو یواځې دَ الله حکومت دے ، څنګه چې مشرکانو هم دا منله۔ نو بیا دَ الله رسولﷺ پورې خندا کؤنکی به دَ سزا نه چرته پټیږی۔ دا دَ الله تعالیٰ رحم دے چې مجرمانو ته فورًا سزا نهٔ ورکوی ، اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به هم صرف هغه کسانو ته سزا ورکؤلے شی چا چې پخپله ځان دَ تباهیٔ کندې ته غوځؤلے دے۔ (اؤ کفر ېٔ خوښ کړے دے)
وَ لَهٗ مَا سَكَنَ فِی الَّیْلِ وَ النَّهَارِ١ؕ وَ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۱۳
اؤ هم دَ الله دی څهٔ چې آرام کوی دَ شپې اؤ دَ ورځې ، اؤ هم هغه هر څهٔ اوری پهٔ هر څهٔ خبر دے۔
قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَتَّخِذُ وَلِیًّا فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ هُوَ یُطْعِمُ وَ لَا یُطْعَمُ١ؕ قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَسْلَمَ وَ لَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ۝۱۴
ورته ووایه آیا زهٔ دَ الله نه سِوا بل څوک مددګار کړم هغه الله چې جوړونکے دے دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې ف۱۶ اؤ هغه پهٔ ټولو خوروی اؤ پهٔ هغهٔ هېڅوک ف۱۷ نهٔ خوروی ، ورته ووایه ما ته حکم شوے دے چې دَ ټولو نه وړومبے زهٔ حکم ومنم، ف۱۸ اؤ دا چې تهٔ هرګز شرک مهٔ کوه۔
ف۱۶: قُلْ لِّمَنْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ کښې دَ مکان عام والے وهٔ۔ اؤ لَهٗ مَا سَكَنَ فِی الَّیْلِ وَ النَّهَارِ کښې دَ زمانې پهٔ اعتبار عام والے دے۔ یعنی پهٔ هر ځائې اؤ هر وخت کښې هم دَ هغهٔ حکومت اؤ قبضه ده اؤ هر یو شے چې دَ شپې یا دَ ورځې دَ آرام ژوند تېروی اؤ دَ هر څومره معلومو اؤ نامعلومو دښمنانو نه محفوظ پاتې کیږی، دا هم دَ هغهٔ دَ کامل رحمت علامې دی۔
قُلْ مَنْ یَّکْلَؤُکُمْ بِاللَّیْلِ وَ النَّهَارِ مِنَ الرَّحْمٰنِ (سورتِ انبیاء)
هم هغه دے چې دَ ورځې پهٔ شور اؤ غوبل اؤ دَ شپې پهٔ تیارهٔ اؤ خاموشیٔ کښې دَ هر چا فریاد اوری اؤ دَ هر چا پهٔ حاجتونو خبر دے۔ نو بیا تاسو وواییٔ چې داسې الله پرېښؤل اؤ دَ بل چا نه مدد غوښتل کوم عقل دے۔
ف۱۷: خورؤل اشاره ده دَ باقی پاتې کېدو اسبابو ته یعنی پهٔ نوی پیدا کؤلو اؤ ژوندی ساتلو کښې (ایجاد و ابقاء) ټول هغهٔ ته محتاج دی اؤ دَ هغهٔ پهٔ هېڅ څیز کښې هېچا ته څهٔ حاجت نشته۔ نو داسې پروردګار پرېښؤل اؤ دَ بل چا نه مدد غوښتل حماقت نهٔ دے نو څهٔ دے؟
ف۱۸: دَ داسې الله دَ وړاندې چې دَ هغهٔ دا پورتنی صفات وی ټولو بندګانو ته بې دَ بل چا دَ شراکت نه سرونه ټیټؤل پکار دی۔ اؤ دَ ټولو نه کامل ترین انسان ته دَ هغهٔ دَ انتهائی تابعداریٔ اؤ حکم منلو حکم دے چې دَ هغهٔ طاعت اؤ عبادت دَ نورې دنیا دپاره یوه نمونه شی۔ صلی الله علیه واٰله وسلّم۔
قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۝۱۵
ته ووایه زهٔ ویرېږم کهٔ نافرمانی مې وکړه دَ خپل رب دَ عذاب دَ ورځې لوئے نه۔ ف۱۹
ف۱۹: خطاب حضور اکرمﷺ ته دے اؤ مطلب ېٔ نورو ته اورؤل دی۔ یعنی چې دَ الله دَ داسې محبوب بنده نه هم کهٔ څهٔ غلطی وشوه دَ عذابِ الٰهی ویره ده۔ نو نور چا ته څهٔ پکار دی چې سره دَ کفر اؤ شرک یا نورو ګناهونو دَ الله دَ عذاب نه بې فکره اؤ غافل شی۔
مَنْ یُّصْرَفْ عَنْهُ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمَهٗ١ؕ وَ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ۝۱۶
اؤ دَ چا نه چې ډډې ته شو عذاب پهٔ دې ورځ پهٔ هغهٔ الله لوئے فضل وکړو اؤ هم دغه کامیابی ده ښکاره ف۲۰
ف۲۰: جنت اؤ دَ الله تعالیٰ رضا حاصلؤل خو ډېره وچته درجه ده۔ بنده کهٔ دَ عذاب نه بچ شی دا هم لویه کامیابی ده۔ لکه چې دَ حضرت عمرؓ نه منقول دی۔ کَفَافًا لَا لِیْ وَلَا عَلَیَّ ۔
وَ اِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ١ؕ وَ اِنْ یَّمْسَسْكَ بِخَیْرٍ فَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱۷
اؤ کهٔ ورسوی تا ته الله څهٔ تکلیف نو هېڅوک دَ هغې لرې کؤنکے نشته بې دَ هغهٔ۔ اؤ کهٔ ورسوی تا ته څهٔ بهتری نو هغه پهٔ هر څهٔ قادر دے۔
وَ هُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ١ؕ وَ هُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ۝۱۸
اؤ هم دَ هغهٔ غلبه ده پهٔ بندیانو باندې۔ اؤ هم هغه دے دَ لوئی حکمت خاوند دَ هر چا خبرګیری کؤنکے، ف۲۱
ف۲۱: پهٔ دنیا یا پهٔ آخرت کښې چې څهٔ تکلیف یا آرام الله پاک چا ته ورکؤل غواړی دَ هغې مقابله هېڅوک نهٔ شی کؤلے اؤ نهٔ دَ هغهٔ دَ قبضې نه څوک تښتېدے شی۔ اؤ هغه ښهٔ خبر دے چې کوم بنده پهٔ څهٔ حال کښې دے اؤ دَ هغهٔ دَ حالت مناسب کوم قسم کاروائی پکار ده۔
قُلْ اَیُّ شَیْءٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً١ؕ قُلِ اللّٰهُ١ۙ۫ شَهِیْدٌۢ بَیْنِیْ وَ بَیْنَكُمْ١۫ وَ اُوْحِیَ اِلَیَّ هٰذَا الْقُرْاٰنُ لِاُنْذِرَكُمْ بِهٖ وَ مَنْۢ بَلَغَ١ؕ اَىِٕنَّكُمْ لَتَشْهَدُوْنَ اَنَّ مَعَ اللّٰهِ اٰلِهَةً اُخْرٰی١ؕ قُلْ لَّاۤ اَشْهَدُ١ۚ قُلْ اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّ اِنَّنِیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَۘ۝۱۹
تهٔ ترې تپوس وکړه دَ ټولو نه لوئے ګواه څوک دے ورته ووایه الله ګواه دے زما اؤ ستاسو تر مینځه، ف۲۲ اؤ نازل شوے دے پهٔ ما دا قرآن چې تاسو پهٔ دې خبردار کړم اؤ هغه څوک چې دا ورته ورسی آیا تاسو دا ګواهی کویٔ چې دَ الله سره نور معبودان هم شته۔ ورته ووایه زهٔ خو دا ګواهی نهٔ کوم ، تهٔ ووایه هم هغه معبود دے دَ یواځې اؤ زهٔ بیزاره یم ستاسو دَ شرک نه۔ ف۲۳
ف۲۲: هر کله چې الله تعالیٰ دَ هر قسم نفع اؤ ضرر مالک اؤ پهٔ ټولو بندګانو غالب اؤ دَ هغوی دَ ذرې ذرې حال نه خبر دے نو دَ هغهٔ دَ ګواهیٔ نه صحیح اؤ پوره پوره ګواهی به بل دَ چا وی نو زهٔ ستاسو اؤ دَ ځان ترمینځه هم هغه ګواه کوم یعنی چې دَ رسالت دَ دعوې نه پس دَ الله کوم پېغام تاسو ته ما رسؤلے دے اؤ دَ هغې پهٔ ځواب کښې چې تاسو زما سره یا دَ هغهٔ پېغام سره کوم سلوک کړے دے۔ هر څهٔ هغهٔ ته معلوم دی اؤ هغه به دَ خپل کامل علم مطابق زما اؤ ستاسو ترمینځه فیصله کوی۔
ف۲۳: یعنی کهٔ تاسو کښې عقل وی نو زما دَ صداقت دپاره دَ الله دَ طرف نه دا قرآن موجود دے چې هغه دَ کلامِ الٰهی کېدو دپاره خپله خپل دلیل دے۔
ع ۔ آفتاب آمد دلیل آفتاب
زما کار خو دغه هومره دے چې خلقو ته دا قرآن ورسوم اؤ دَ الله دَ پېغام نه ېٔ خبر کړم۔ پهٔ دې کښې دَ توحید تعلیم اؤ دَ آخرت دَ نجات ټول هدایتونه موجود دی۔ آیا دَ دومره څرګند اؤ واضح پېغام رسېدو نه پس هم تاسو دا وئیلی شیٔ چې دَ الله سره نور معبودان هم شریک دی۔ ستاسو خوښه ده څهٔ چې واییٔ هغه واییٔ۔ زهٔ خو داسې خبره نهٔ شم کؤلے۔ صفا صفا اعلان کوم چې دَ عبادت لائق صرف یو الله دے اؤ تاسو چې څهٔ شرک کویٔ دَ دې نه زهٔ بېزار یم اؤ نفرت ترېنه کوم۔ دَ مَنْۢ بَلَغَ لفظ دا ښئی چې دَ حضور اکرمﷺ رسالت یواځې دَ دې قوم عربو دپاره نهٔ وهٔ بلکې دَ ټولو جناتو اؤ دَ مشرق نه مغرب پورې ټولو بنیادمو دپاره دے۔
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ١ۘ اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۠۝۲۰
چا ته چې مونږ کتاب ورکړے دے هغه پېژنی دا رسول ، څنګه چې پېژنی خپل اولاد۔ کومو کسانو چې نقصان کښې غورځؤلے دے خپل ځان ، هم دوی ایمان نهٔ راؤړی۔ ف۲۴
ف۲۴: یعنی دَ دې نه علاوه چې خداوند کریم زما دَ صداقت ګواه دے اؤ قرآن هم پهٔ دې ناطق اؤ ناقابلِ تردید ګواه دے۔ هغه اهلِ کتاب هم کوم چې تاسو دَ آسمانی کتابونو عالمان ګڼیٔ اؤ زما متعلق ترېنه تپوسونه کویٔ۔ پهٔ خپلو زړونو کښې ښهٔ پوهیږی چې زهٔ هم هغه نبی آخرالزمان یم دَ کوم دَ راتلو زېرے چې مخکښینیو نبیانو خپلو اُمتونو ته ورکړے دے۔ څنګه چې هغوی خپل اولاد یقینی پېژنی۔ دغسې ورته زما پهٔ صداقت کښې هم څهٔ شک نشته خو دَ بغض اؤ حسد پهٔ وجه اؤ دَ مال اؤ دنیا پهٔ حرص کښې ډوبېدو پهٔ وجه دَ ایمان راؤړو نه انکار کوی۔ اؤ ځان همېشه دپاره تباه کوی۔ (دَ لږې فائدې دپاره دائمی عذاب قبلوی)
وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ۝۲۱
اؤ دَ هغهٔ نه غټ ظالم به څوک وی ، څوک چې تپی پهٔ الله باندې دروغ یا دروغ ګڼی دَ هغهٔ آیتونه ، بې شکه نهٔ شی کامیابېدے ظالمان۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی څوک چې نبی نهٔ وی اؤ دَ دروغو دَ نبوت دعویٰ وکړی یا څوک چې دَ رښتونی نبی تکذیب کوی۔ دَ دې دواړو نه زیات ظالم بل نشته اؤ دَ قدرت قانون دا دے چې دَ ظالم انجام خراب وی اؤ هېچرې نهٔ شی کامیابېدے۔ نو پهٔ دې وخت کښې بالفرض کهٔ زهٔ دروغژن یم ، زهٔ نهٔ شم کامیابېدے۔ اؤ کهٔ تاسو دَ حق نه انکار کویٔ نو ستاسو خیر نشته۔ نو خپله سوچ وکړیٔ اؤ دَ خپل انجام فکر وکړیٔ ، اؤ دَ هغې ورځې نه ویرېږیٔ دَ کومې بیان چې مخکښې راځی۔ ابن کثیرؒ دَ دې آیت دغه تفسیر کړے دے ، اؤ ځنو مفسرینو دَ اِفْتِرَاء عَلَی اللہ نه شرک مطلب اخستے دے څنګه چې وروستو وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا کَانُوْا یَفْتَرُوْنَ کښې دې طرف ته اشاره ده۔ والله اعلم
وَ یَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا اَیْنَ شُرَكَآؤُكُمُ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ۝۲۲
پهٔ کومه ورځ چې مونږ به راجمع کړو دا ټول ، بیا به ووایو هغه کسانو ته چې شرک ېٔ کړے وهٔ ، چرته دی ستاسو هغه شریکان دَ کومو چې تاسو دعویٰ کؤله، ف۲۶
ف۲۶: یعنی دَ چا پهٔ نسبت چې ستاسو دعویٰ وه چې دا پهٔ خداییٔ کښې حصه دار دی اؤ پهٔ سخته کښې به زمونږ مدد کوی ، نن چرته لاړ دی چې پهٔ دې سخته ورځ ستاسو مدد ته نهٔ راځی۔
ثُمَّ لَمْ تَكُنْ فِتْنَتُهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا وَ اللّٰهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِیْنَ۝۲۳
بیا به پاتې نهٔ شی دَ هغوی سره هېڅ فریب بې دَ دې چې وائی به قسم دے پهٔ هغه الله چې زمونږ رب دے مونږ خو مشرکان نهٔ وو۔ ف۲۷
ف۲۷: یعنی بې دَ دې نه به ورته بله مخه ښکاره نهٔ شی چې دَ واقعاتو نه انکار وکړی اؤ دَ باطل معبودانو دَ ټول عمر عقیده اؤ تعلق به ېٔ دَ دغې یوې ورځې پهٔ سخته ختم شی اؤ دَ هغوی دَ تعلق نه به انکار وکړی۔
اُنْظُرْ كَیْفَ كَذَبُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۝۲۴
تهٔ وګوره ورته اوس څنګه دروغ جوړوی پهٔ خپلو ځانونو ، اؤ ورکې شوې ترېنه هغه ټولې خبرې چې دوی جوړؤلے۔ ف۲۸
ف۲۸: دَ دې څرګندو دروغو نه دَ مشرکانو دَ انتهائی بدحواسیٔ اؤ عاجزوالی ، کمزورتیا اندازه لګېدے شی۔ افسوس کهٔ دَ دې رسواییٔ نه بچ کېدو دپاره ېٔ پهٔ دنیا کښې ځان پوهه کړے وې اؤ خرابې عقیدې ېٔ پریٔښې وې۔
وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ١ۚ وَ جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا١ؕ وَ اِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْكَ یُجَادِلُوْنَكَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ۝۲۵
اؤ پهٔ دوی کښې ځنو کسانو ستا طرف ته غوږ یٔښې وی۔ اؤ مونږ اچولی دی دَ دوی پهٔ زړونو پردې چې پوهه پرې نهٔ شی اؤ دَ دوی پهٔ غوږونو کښې دروندوالے ، اؤ کهٔ دوی ووینی ټولې نښې بیا هم ایمان پرې نهٔ راؤړی، ف۲۹ تردې چې کله راځی تا سره جګړې ته نو وائی دا کافران ، نشته دې کښې څهٔ بې دَ پخوانو خلقو دَ قصو نه۔
ف۲۹: دا دَ هغه کسانو ذکر دے چا چې به دَ اعتراض اؤ نکته چینیٔ پهٔ خیال قرآن ته غوږ یٔښې وهٔ۔ نصیحت قبلؤل اؤ ځان پوهه کؤل ېٔ مطلب نهٔ وهٔ۔ دَ هدایت اؤ نصیحت نه مسلسل سترګې پټؤلو اؤ عقل اؤ حواس دغسې بېکاره پریښؤلو نتیجه دا شوه چې دَ حق قبلؤلو طاقت اؤ قوت ېٔ برباد شو اؤ همېشه دپاره دَ قبولِ حق نه محروم پاتی شو۔ دَ حق خبرې اورېدل ېٔ پهٔ غوږو درنې لګېدے۔ اؤ سترګې ېٔ دَ عبرت دَ نظر نه پټې شوې چې هر قسم دَ قدرت نښانې به ېٔ لیدے خو دَ ایمان راؤړو توفیق ېٔ نهٔ کېدو ، اؤ کمال خو دا دے چې پهٔ دې خپل خراب حالت به ېٔ فخر هم کؤلو۔ فَاَعْرَضَ اَکْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ وَ قَالُوْا قُلُوْبُنَا فِیْ اَکِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُوْنَآ اِلَیْهِ وَ فِیْٓ اٰذَانِنَا وَقْرٌ وَّ مِنْۢ بَیْنِنَا وَ بَیْنِکَ حِجَابٌ فَاعْمَل اِنَّنَا عَامِلُوْنَؕ
(اؤ مخ واړؤلو پهٔ دوی کښې اکثرو نو دوی نهٔ اوری اؤ وائی کوم طرف ته چې تهٔ مونږ بلې زمونږ زړونه دَ هغې نه پهٔ پردو کښې نغښتی دی اؤ زمونږ غوږونه درانهٔ دی اؤ زمونږ اؤ ستا ترمینځه پردې دی نو تهٔ خپل کار کوه اؤ مونږ به خپل کار کوو) سورت حٰمٓ السجدة۔
دَ دې آیت نه معلومیږی چې دَ قرآن نه فائده موندل اؤ پهٔ زړونو پردې پرېوتل دَ هغوی دَ مخ اړؤلو نتیجه ده اؤ هم پهٔ دې وجه دَ دوی دا حالت شو۔ وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیَاتُنَا وَلّٰی مُسْتَکْبِرًا کَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا کَاَنَّ فِیْ اُذُنَیْهِ وَقْرًا۔ (سورت لقمان)
(اؤ کله چې تهٔ ورته اوروې زمونږ آیتونه نو دې دَ کبر نه پهٔ شا واړوی لکه چې هډو اؤریدلی ېٔ نهٔ وی۔ لکه چې غوږونه ېٔ درانهٔ وی)
پهٔ سبب باندې دَ مُسبّب مرتب کؤل چونکې دَ الله تعالیٰ نه سِوا بل څوک نهٔ شی کؤلے۔ پهٔ دې وجه دې آیت کښې دَ پردې اچؤلو نسبت الله پاک خپل ځان ته وکړو۔ وَ جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَکِنَّةً۔
وَ هُمْ یَنْهَوْنَ عَنْهُ وَ یَنْـَٔوْنَ عَنْهُ١ۚ وَ اِنْ یُّهْلِكُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَ مَا یَشْعُرُوْنَ۝۲۶
اؤ دوی خلق دَ دې نه منع کوی اؤ لرې ترې تښتی۔ اؤ نهٔ هلاکوی دوی بل څوک بې دَ خپلو ځانونو نه ، خو نهٔ پوهیږی۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی پهٔ دوی کښې نهٔ عقل پاتې دے نهٔ انصاف۔ نو دَ نصیحت نه به فائده څنګه واخلی۔ دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې دَ هغوی دَ راتلو مطلب خو جګړه جوړؤل اؤ خندا کؤل دی۔ ځکه دَ قرآن حقائقو اؤ واقعاتو ته دَ پخوا نه قصې وائی۔ اؤ یواځې پهٔ دې نهٔ صبریږی۔ دا کوشش هم کوی چې نور خلق هم دَ هدایت قبلؤلو نه منع کړی۔ خپله ترېنه لرې تښتی چې نور خلق ترېنه هم دَ دوی پهٔ وجه لرې وتښتی اؤ نفرت ترېنه وکړی لېکن دَ دوی دا ټول کوششونه دینِ حق ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے اؤ نهٔ حضور اکرمﷺ ته څهٔ نقصان رسؤلے شی ، چې دَ هغهٔ دَ حفاظت ذمه واری الله پاک خپله اخستے ده۔ (وَ اللہُ یَعْصِمُکَ مِنَ النَّاسِ) البته پهٔ دې عمل دا ظالمان خپل ځان ته دَ دتباهیٔ سامان جوړوی اؤ ځان کندې ته غورځوی خو نهٔ پوهیږی۔
وَ لَوْ تَرٰۤی اِذْ وُقِفُوْا عَلَی النَّارِ فَقَالُوْا یٰلَیْتَنَا نُرَدُّ وَ لَا نُكَذِّبَ بِاٰیٰتِ رَبِّنَا وَ نَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۲۷
اؤ کهٔ تهٔ ېٔ ووینې چې دوی به ودرؤلے شی پهٔ دروغ نو دوی به وائی اے افسوس کهٔ مونږ واپس واستؤلی شو اؤ دروغ ونهٔ وایو دَ خپل رب آیتونو ته ، اؤ شو مونږ ایماندار۔ ف۳۱
ف۳۱: یعنی دَ حق تکذیب اؤ دا خنداګانې تر هغه وخته دی چې عذاب ېٔ پهٔ سترګو نهٔ وی لیدلے۔ کله چې دَ اور پهٔ غاړه ودریږی اؤ دَ دوزخ هوا پرې ولګی نو دا نخرې به ېٔ ټولې هېرې شی۔ بیا به ارمانونه کوی، اؤ درخواستونه به کوی کهٔ مونږ بیا دنیا ته لاړو نو هېچرې به دَ رسولانو تکذیب ونهٔ کړو اؤ یا ښهٔ ایماندار به یو۔ خو دَ هغه وخت ارمانونه به ېٔ هېڅ پکار نهٔ راځی۔
بَلْ بَدَا لَهُمْ مَّا كَانُوْا یُخْفُوْنَ مِنْ قَبْلُ١ؕ وَ لَوْ رُدُّوْا لَعَادُوْا لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۝۲۸
داسې نهٔ ده بلکې اوس څرګند شو دوی ته څهٔ چې دوی پټؤل مخکښې، ف۳۲ اؤ کهٔ واستؤلے شو نو بیا به هم کارونه کوی دَ کومو چې منع شوی وو اؤ بېشکه دوی دروغژن دی۔ ف۳۳
ف۳۲: یعنی اوس هم دنیا ته دَ واپس تلو ارزو دَ صحیح ایمانی شوق اؤ مینې پهٔ وجه نهٔ کوی بلکې دَ عمل دَ سزا نقشه چې ېٔ مخې ته راغله دَ کومې نه چې دوی سره دَ واضحو دلیلونو انکار کؤلو۔ دَ الله عذاب ېٔ پهٔ سترګو ولیدلو اؤ خپل هغه ناکاره کارونه چې پټ پټ ېٔ کړی وو اوس څرګند شو۔ اوس اوس چې ېٔ قسم خوړلے وهٔ چې مونږ شرک نهٔ وهٔ کړے هغه دروغ ېٔ هم څرګند شول۔ غرض دا چې دَ بدیٔ کوم اثرونه چې پټ پټ دَ دوی پهٔ زړهٔ کښې پراتهٔ وو ، دَ دردناک عذاب پهٔ شکل کښې ورته مخې ته راغلل۔ اوس ېٔ بله مخه پاتې نهٔ شوه نو دَ ځان بچ کؤلو دپاره دا خواهشونه کوی کهٔ بیا دنیا ته لاړو نو اوس به داسې کارونه نهٔ کوؤ۔ بیا ښهٔ ایماندار به یو اؤ دَ رسولانو پهٔ خبرو به پوره پوره عمل کوو۔ (خو اوس ورته دا خبرې څهٔ فائده نهٔ شی رسؤلے ، بیا دنیا ته تلل نشته)
ف۳۳: یعنی دوی اوس هم دروغ وائی۔ کهٔ اوس هم بیا دنیا ته لاړل نو دا خبرې به هېرې کړی اؤ بیا به هم هغه خپلې ورانې چارې راواخلی۔ لکه څنګه چې کله کله بنده پهٔ دنیا کښې څهٔ مصیبت کښې ګېر شی نو توبې وباسی اؤ چې هغه وخت تېر شی ، څو ورځې پس ېٔ بیا هغه توبې هېرې وی اؤ هم هغه زړو کارونو کښې اخته شی۔
وَ قَالُوْۤا اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا وَ مَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ۝۲۹
اؤ دوی وائی زمونږ دپاره بل ژوند نشته بې دَ دغې دنیا دَ ژوند نه، اؤ مونږ بیا ژوندی کېدونکے نهٔ یو۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی دغه دَ دنیا ژوند دے۔ اؤ بیا ژوندی کېدل اؤ دَ اعمالو جزا اؤ سزا هېڅ نشته ، نو پهٔ دې ژوند کښې خپل عېش عشرت پهٔ ښهٔ شان وکړیٔ هسې دَ آخرت پهٔ غمونو خپل ژوند مهٔ خرابویٔ۔ هم دغه حال نن سبا دَ یورپ دَ ماده پرستو دے۔
وَ لَوْ تَرٰۤی اِذْ وُقِفُوْا عَلٰی رَبِّهِمْ١ؕ قَالَ اَلَیْسَ هٰذَا بِالْحَقِّ١ؕ قَالُوْا بَلٰی وَ رَبِّنَا١ؕ قَالَ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ۠۝۳۰
اؤ کاش تهٔ ووینې څهٔ وخت چې به ودرؤلے شی دَ خپل رب مخکښې ، الله به وائی آیا دا ورځ رښتیا نهٔ ده۔ وائی به ولې نهٔ ده قسم دے پهٔ خپل رب ، الله به ووائی نو اوس وڅکیٔ عذاب دَ خپل کفر پهٔ بدل کښې۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی کله چې ورته حقیقت مخې ته راشی اؤ بیا ورته دَ دوباره ژوندی کېدو نه دَ انکار هډو موقع پاتې نهٔ شی (یعنی دوباره ژوندی شی اؤ دَ الله پاک دربار کښې حاضر شی) نو الله پاک به ورته وفرمائی تاسو دَ دې ورځې دَ حقیقت نه انکار کؤلو۔ اوس پراتهٔ وسیٔ پهٔ عذاب کښې۔
قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ اللّٰهِ١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَآءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوْا یٰحَسْرَتَنَا عَلٰی مَا فَرَّطْنَا فِیْهَا١ۙ وَ هُمْ یَحْمِلُوْنَ اَوْزَارَهُمْ عَلٰی ظُهُوْرِهِمْ١ؕ اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ۝۳۱
تباه شو هغه کسان چا چې وګڼلو دروغ دَ الله سره ملاقات ۔ تر دې چې کله پهٔ دوی ناڅاپه قیامت راشی ، نو وائی به هائے افسوس دے مونږ څومره غلطی کؤله پهٔ دې کښې ، اؤ دوی به پورته کوی خپل پېټے پهٔ خپلو شاګانو باندې۔ خبردار شیٔ ناکاره پېټے دے دا کوم چې دوی پورته کوی، ف۳۶
ف۳۶: دَ بنیادم دَ ټولو نه غټه بدبختی هم دغه ده چې دَ الله پاک پهٔ دربار کښې حاضرېدو (لقاء الله) نه انکار وکړی اؤ دَ ژوند بلند ترین مقصد (یعنی دَ الله پاک دربار کښې سرخروئی) دروغ وګڼی تر دې چې کله ېٔ مرګ پهٔ سر ودریږی یا دَ قیامت ورځ راشی نو بیا بې فائدې افسوسونه کوی چې هسې رانه وخت برباد شو۔ خو دَ جرمونو اؤ ګناهونو دَ پیټی دَ لاندې چې دَ چا ملا ماتیږی دا ارمانونه به هېڅ فائده نهٔ ورکوی۔
وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَعِبٌ وَّ لَهْوٌ١ؕ وَ لَلدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۳۲
اؤ دَ دنیا ژوند هېڅ نهٔ دے بې دَ لوبو اؤ زړهٔ خوشحالؤلو نه اؤ کور دَ آخرت بهتر دے دَ پرهېزګارو دپاره۔ آیا تاسو (پهٔ دې) نهٔ پوهېږیٔ۔ ف۳۷
ف۳۷: کافرو خو به دا وې چې دَ دنیا دَ دې ژوند نه سوا بل ژوند نشته لېکن واقعه دا ده چې دا څو ورځې ژوند دَ آخرت دَ همېشه ژوند پهٔ مقابله کښې هېڅ هم نهٔ دے۔ دَ دې دنیا صرف هغه وخت ته ژوند وئیلی شی کوم چې دَ آخرت دَ ژوند پهٔ څهٔ کار کښې تېر شی۔ باقی کوم وخت چې دَ آخرت پهٔ فکر اؤ آخرت ته پهٔ تیاریٔ کښې ونهٔ لګی یو هوښیار بنده هغې ته دَ لهوولعب (لوبو) نه زیات حیثیت نهٔ شی ورکؤلے۔ پرهېزګار اؤ هوښیار خلق پوهیږی چې اصلی کور دَ آخرت کور اؤ اصلی ژوند دَ آخرت ژوند دے۔
قَدْ نَعْلَمُ اِنَّهٗ لَیَحْزُنُكَ الَّذِیْ یَقُوْلُوْنَ فَاِنَّهُمْ لَا یُكَذِّبُوْنَكَ وَ لٰكِنَّ الظّٰلِمِیْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ۝۳۳
اؤ مونږ پوهیږو چې تا خفه کوی دَ دوی خبرې۔ نو دوی تا ته دروغژن نهٔ وائی لېکن دا ظالمان دَ الله دَ آیتونو نه انکار کوی۔
وَ لَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوْا عَلٰی مَا كُذِّبُوْا وَ اُوْذُوْا حَتّٰۤی اَتٰىهُمْ نَصْرُنَا١ۚ وَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِ اللّٰهِ١ۚ وَ لَقَدْ جَآءَكَ مِنْ نَّبَاِی الْمُرْسَلِیْنَ۝۳۴
اؤ بېشکه دروغژن وئیلی شوی دی ډېرو رسولانو ته ستا نه مخکښې ، نو هغوی صبر کؤلو پهٔ تکذیب اؤ تکلیف باندې۔ تر دې چې ورسېدو هغوی ته زمونږ امداد ، اؤ څوک نهٔ شی بدلؤلے دَ الله خبرې اؤ تا ته رسېدلی دی څهٔ حالات دَ رسولانو ف۳۸
ف۳۸: دَ ټولو خلقو نه زیاته همدردی اؤ شفقت دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زړهٔ کښې اچؤلے شوے وهٔ۔ نو حضو اکرمﷺ به دَ کفارو بدبختو دَ مستقبل پهٔ تباهیٔ ډېر خفه کېدو۔ پهٔ دې آیت کښې الله پاک حضور اکرمﷺ ته تسلّی ورکوی اؤ دې بدبختو ته خبردارے ورکوی چې دا خلق چې ستا تکذیب کوی دا پهٔ اصل کښې ستا تکذیب نهٔ دے ځکه چې تا ته خو دوی پخوا راسې صادق (رښتونے) اؤ امین (امانت ګر) وائی۔ بلکې دوی دَ الله پاک دَ هغې نښانو نه انکار کوی کومې چې دَ پېغمبر دَ تصدیق دپاره څرګندیږی نو تهٔ هم دَ دوی معامله الله ته وسپاره۔ هغه به خپله دَ دوی دَ ظلم اؤ ستا دَ صبر نتیجه څرګنده کړی۔ دَ مخکښینیو پېغمبرانو سره هم چې دَ هغوی څهٔ حالات تا ته اورؤلی شوی دی ، دَ هغوی قومونو دغسې سلوک کړے وهٔ ، نو پېغمبرانو دَ هغوی پهٔ تکذیب اؤ تکلیف صبر کؤلو ، تر دې چې دَ الله پاک امداد هغوی ته ورسېدو اؤ هغوی پهٔ خپل مقصد کښې کامیاب شو۔ ستا سره چې هم دَ امداد اؤ کامیابیٔ کومې وعدې شوی دی هغه به ټولې یو پهٔ یو پوره کیږی۔ دَ چا څهٔ طاقت دے چې دَ الله پاک خبره به بدله کړې شی؟ یعنی څهٔ چې الله تعالیٰ وئیلی دی هغه به ضرور ټول پوره کیږی۔
مشرکان دې دا یاد ولری چې دَ هغوی مقابله دَ محمّدﷺ سره نهٔ ده بلکې دَ ربّ محمّدﷺ سره دَ چا چې هغه خپل دَ ټولو نه لوئے استازے اؤ خپل معتمد سفیر کړے دنیا ته رالېږلے اؤ دَ هغهٔ دَ صداقت څرګندؤلو دپاره ېٔ څرګندې نښانې راستؤلی دی۔ دَ حضور اکرمﷺ تکذیب پهٔ اصل کښې دَ الله پاک دَ دې نښانو تکذیب دے۔
وَ اِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَیْكَ اِعْرَاضُهُمْ فَاِنِ اسْتَطَعْتَ اَنْ تَبْتَغِیَ نَفَقًا فِی الْاَرْضِ اَوْ سُلَّمًا فِی السَّمَآءِ فَتَاْتِیَهُمْ بِاٰیَةٍ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَی الْهُدٰی فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ۝۳۵
اؤ کهٔ پهٔ تا باندې ګران وی دَ دوی مخ جارویستل ، نو کهٔ ستا نه کېدے شی چې ولټوے چرته سرنګ پهٔ زمکه کښې یا پوڼۍ (زینه) آسمان تهٔ بیا راؤړې دوی ته یوه معجزه ، اؤ کهٔ الله غوښتے نو جمع کړی به ېٔ وو دا ټول پهٔ هدایت باندې نو تهٔ مهٔ کم عقل کېږه ۔ ف۳۹
ف۳۹: دَ کافرانو دا مطالبه وه چې کهٔ دې پهٔ رښتیا نبی وی نو دهٔ سره همېشه یو داسې نښانه پکار ده چې دَ لیدو سره پرې هر سړے یقین کؤلے شی۔ اؤ پهٔ ایمان راؤړو مجبور کیږی۔ حضور اکرمﷺ چې دَ زړهٔ نه دَ ټولې دنیا دَ هدایت طلبګار وهٔ شاید چې دَ داسې څهٔ علامې خواهش کړے وی نو الله پاک ورته هدایت وکړو چې تکوینی مصلحت دا نهٔ غواړی چې ټوله دنیا پهٔ ایمان راؤړو مجبوره کړې شی ، ګنی الله پاک پهٔ دې قادر دے چې بغیر دَ پېغمبرانو اؤ نښانو راستؤلو ، خپله ټول خلق پهٔ هدایت راجمع کړی۔ هر کله چې دَ الله تعالیٰ حکمت دا نهٔ غواړی چې داسې مجبوره کؤنکې علامې څرګندې شی نو دَ الله تعالیٰ دَ منشا خلاف دَ چا طاقت دے چې زمکه کښې سرنګ وباسی یا آسمان ته اندرپایه ولګوی اؤ داسې نښانه راپیدا کړی چې ټول خلق پهٔ ایمان راؤړو مجبور شی۔ دَ الله پاک دَ حکمت اؤ تدبیر دَ قوانینو خلاف دَ څهٔ څیز خواهش کؤل دَ کم عقلو کار دے۔
اِنَّمَا یَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ یَسْمَعُوْنَ١ؔؕ وَ الْمَوْتٰی یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ ثُمَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَؐ۝۳۶
منی صرف هغه خلق څوک چې اوری۔ اؤ مړی به ژوندی کوی الله ، بیا به ټول دَ هغهٔ طرف ته راوستې شی۔ ف۴۰
ف۴۰: یعنی دا طمع مهٔ کوه چې ټول به خبره ومنی۔ دَ چا چې دَ زړهٔ غوږونه کاڼه دی هغوی اوری نه نو وبه منی څهٔ۔ البته دا کافر چې روحانی حیثیت سره دَ مړیو پهٔ شان دی دَ قیامت پهٔ ورځ به دا ټولې خبرې ووینی اؤ یقین به پرې وکړی ، دَ کومو نه چې اوس انکار کوی۔
وَ قَالُوْا لَوْ لَا نُزِّلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ قُلْ اِنَّ اللّٰهَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یُّنَزِّلَ اٰیَةً وَّ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۳۷
اؤ دوی وائی ولې رانهٔ غله پهٔ دهٔ باندې څهٔ نخښه دَ الله دَ طرف نه، ف۴۱ ووایه ، الله پهٔ دې قادر دے چې نخښه راواستوی۔ خو پهٔ دوی کښې اکثر خلق نهٔ پوهیږی۔ ف۴۲
ف۴۱: یعنی دَ هغې نښانو نه یوه نښانه ولې رانهٔ غله دَ کومو چې هغوی فرمائش کؤلو۔ لکه چې دَ قرآن آیتونو کښې دی (وَ قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْاَرْضِ یَنْۢبُوْعًاۙ۝۹۰اَوْ تَكُوْنَ لَكَ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّ عِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهٰرَ خِلٰلَهَا تَفْجِیْرًاۙ۝۹۱اَوْ تُسْقِطَ السَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَیْنَا كِسَفًا اَوْ تَاْتِیَ بِاللّٰهِ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ قَبِیْلًاۙ۝۹۲اَوْ یَكُوْنَ لَكَ بَیْتٌ مِّنْ زُخْرُفٍ اَوْ تَرْقٰی فِی السَّمَآءِ١ؕ وَ لَنْ نُّؤْمِنَ لِرُقِیِّكَ حَتّٰی تُنَزِّلَ عَلَیْنَا كِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ١ؕ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّیْ هَلْ كُنْتُ اِلَّا بَشَرًا رَّسُوْلًا۠۝۹۳) (سورة بنی اسرائیل، رکوع۱۰) ”او دوی وائی مونږ پهٔ تا ایمان نهٔ راؤړو تر دې چې را وباسې مونږ ته دَ زمکې نه یوه چینه یا وی ستا یو باغ دَ کجورو اؤ دَ انګورو چې ورلاندې نهرونه بهیږی یا راغورځوې مونږ باندې آسمان ټوټې ټوټې څنګه چې ستا خیال دے یا راؤلے تهٔ الله پاک اؤ ملائکې ټولې مخامخ ، یا وی ستا یو کور دَ سرو زرو (ډک) یا تهٔ وخېژې آسمان ته اؤ مونږ ستا پهٔ وچتېدو یقین نهٔ شو کؤلے تر دې چې تهٔ راؤړې مونږ ته یو لیکلے کتاب (دَ آسمان نه) چې مونږ ېٔ خپله ولولو۔ تهٔ ورته وایه سبحان الله زهٔ خو نهٔ یم مګر یو بنیادم دَ الله رسول۔“
نو هغوی دغه خاصې نښانې غوښتې ګنی هسې خو پهٔ هغوی بې شمېره علمی اؤ عملی معجزې اؤ نښانې لکه دَ باران ورېدلے وې۔
ف۴۲: یعنی الله تعالیٰ دَ داسې فرمائشی معجزو نه عاجز نهٔ دے ، لېکن دَ حکمت اؤ رحمت پهٔ کومو قوانینو چې دَ تکوینی نظام بنیاد دے تاسو کښې اکثر پهٔ هغې نهٔ پوهیږی۔ دَ دې قوانینو تقاضا دا ده چې فرمائشی معجزې ونهٔ ښیٔلی شی۔
وَ مَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَ لَا طٰٓىِٕرٍ یَّطِیْرُ بِجَنَاحَیْهِ اِلَّاۤ اُمَمٌ اَمْثَالُكُمْ١ؕ مَا فَرَّطْنَا فِی الْكِتٰبِ مِنْ شَیْءٍ ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ یُحْشَرُوْنَ۝۳۸
اؤ نهٔ دے یو ګرځېدونکے پهٔ زمکه اؤ نهٔ یوه مرغۍ چې الوزی پهٔ دواړو وزرو، مګر دا ټول امتونه دی دَ ستاسو پهٔ شان۔ مونږ نهٔ دے پریٔښې پهٔ لیکلو کښې هېڅ څیز بیا به دا ټول خپل رب طرف ته جمع کیږی۔ ف۴۳
ف۴۳: پهٔ دې آیتونو کښې هغه حکمتونو ته اشاره شوے ده کوم چې دا غواړی چې فرمائشی معجزې دې ونهٔ ښیٔلی شی۔ یعنی ټول حیوانات کوم چې پهٔ زمکه ګرځی یا پهٔ هوا کښې الوځی۔ دا هم دَ بنیادمو پشان امتونه دی پهٔ دوی کښې هر یو قسم الله تعالیٰ پهٔ یوه خاصه وضع اؤ خاص فطرت پیدا کړی دی کوم چې دَ هغوی پهٔ مقرره دائره کښې کار کوی۔ یو ځناور هم دَ افعالو اؤ حرکاتو دَ هغې محدودې دائرې نه کومه چې قدرت هغهٔ ته مقرر کړے ده دَ بهر وتو کوشش نهٔ کوی۔ پهٔ دې وجه یو څاروے هم دَ پیدائش دَ وخت نه تر اوسه څهٔ ترقی نهٔ ده کړے۔
هم دغه شان دَ هر څیز دَ استعداد اؤ فطرت خیال وکړیٔ۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ کامل قدیم علم اؤ لوحِ محفوظ کښې دَ ټولو انواعو اؤ اقسامو دَ تدبیر اؤ تربیت اصول اؤ فروع مقرر شوی دی۔ هېڅ یو څیز نهٔ دَ دنیا پهٔ دې ژوند کښې اؤ نهٔ دَ مرګ نه پس دَ دې مقرر نظام نه بهر وتے شی۔ بنیادم هم دَ حیوان یو قسم دے۔ ترقی یافته اؤ با اختیاره دغې عقل ، تمیز اؤ ارادې دَ انسان تکوینی نظام اؤ دَ ژوند قانون دَ نورو حیواناتو نه دومره اعلٰی اؤ ممتاز کړے دے۔ چې اوس هغهٔ ته حیوان وئیل هم ګران دی۔ هغه دَ نورو حیواناتو برخلاف پهٔ لیدلو ، اورېدلو اؤ تپوس کؤلو نوی نوی معلومات حاصلوی اؤ پهٔ خپل قوتِ فکر اؤ عمل هغې ته ترتیب ورکوی اؤ دَ ژوند نوې نوې لارې را وباسی مخ پهٔ وړاندې روان دے۔ هغه پهٔ ښهٔ بد کښې فرق کؤلے شی۔ فائده مند اؤ نقصانی کار پېژندےشی اؤ پهٔ آغاز اؤ انجام پوهېدو قادر دے ، اؤ دَ څهٔ کار پهٔ کؤلو یا نهٔ کؤلو کښې تر څهٔ حده ازاد دے۔ ځکه هغهٔ ته دَ الله دَ طرف نه داسې نښانې ښیٔلے شی چې پهٔ هغې کښې ورته دَ غور اؤ فکر موقع پهٔ لاس ورشی اؤ پهٔ خپل فکر اؤ کار کښې پوره آزاد وی کهٔ هغه دَ خپل عقل نه پوره پوره کار واخلی اؤ غور وکړی نو دَ حق اؤ باطل فرق ورته څهٔ ګران نهٔ دے نو دَ داسې فرمائشی معجزو سوال کؤل چې هغه ېٔ خامخا پهٔ ایمان راؤړو مجبور کړی۔ دَ انسان فطری ازادی سلب کؤل بلکې انسان دَ عامو حیواناتو پهٔ صف کښې ودرؤل دی ، اؤ کهٔ دغه معجزې ېٔ پهٔ ایمان راؤړلو مجبور نهٔ کړې شی نو بیا دَ هغې ښودل هسې بې فائدې دی ، ځکه چې پهٔ هغو کښې به هم هغوی بیا هغه شان شکونه اؤ شبهې کوی څنګه چې ېٔ پهٔ نورو کښې کؤل۔
وَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا صُمٌّ وَّ بُكْمٌ فِی الظُّلُمٰتِ١ؕ مَنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یُضْلِلْهُ١ؕ وَ مَنْ یَّشَاْ یَجْعَلْهُ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۳۹
اؤ څوک چې دروغ ګڼی زمونږ آیتونه ، کاڼه دی اؤ ګونګیان دی پهٔ تیرو کښې۔ ف۴۴ چا ته چې دَ الله اراده وشی ګمراه ېٔ کړی، ف۴۵ اؤ چا ته چې ېٔ اراده وشی پهٔ نېغه لار ېٔ روان کړی۔
ف۴۴: نهٔ دَ چا اوری اؤ نهٔ دَ چا نه تپوس کوی اؤ نهٔ پهٔ تیارهٔ کښې خپله څهٔ وینی چې ټول طاقتونه ېٔ دَ خپلو بې اعتدالیو پهٔ وجه بې کاره کړل نو اوس به حق څنګه قبول کړی اؤ څنګه به ېٔ ومنی؟
ف۴۵: الله تعالیٰ هغه څوک ګمراه کوی څوک چې دَ خپلې بې اعتدالیٔ پهٔ وجه دَ هدایت لارې خپله پهٔ ځان بندې کړی۔ وَ لَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاہُ بِهَا وَ لٰکِنَّهٗ اَخْلَدَ اِلَی الْاَرْضِ وَ اتَّبَعَ هَوَاہُ (سورتِ اعراف، رکوع ۲۲)
(اؤ کهٔ مونږ غوښتے نو دَ هغهٔ مرتبه به مو وچته کړے وه دَ دې آیتونو پهٔ برکت لېکن هغه خو پهٔ زمکه لېو شو اؤ دَ خپل خواهش تابعدار شو)
قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ اَوْ اَتَتْكُمُ السَّاعَةُ اَغَیْرَ اللّٰهِ تَدْعُوْنَ١ۚ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۴۰
ورته ووایه تاسو وګوریٔ کهٔ راشی پهٔ تاسو عذاب دَ الله یا راشی پهٔ تاسو قیامت ، آیا نو تاسو به دَ الله نه سِوا بل چا ته اواز وکړیٔ۔ کهٔ تاسو رښتونی ویٔ؟
بَلْ اِیَّاهُ تَدْعُوْنَ فَیَكْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ وَ تَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُوْنَ۠۝۴۱
نه ، هم هغهٔ ته اواز کویٔ نو لرې کړی درنه هغه مصیبت کوم دپاره چې ورته سوال کویٔ کهٔ خوښه ېٔ وی ، اؤ هېر کړیٔ تاسو څوک چې مو ورسره شریکؤل۔ ف۴۶
ف۴۶: کله چې ړاندهٔ ، ګونګیان اؤ کاڼه شویٔ ، دَ الله پاک نښانې مو دروغ وګڼلې اؤ دَ ګمراهیٔ پهٔ کنده کښې پرېوتئ نو پهٔ تاسو کهٔ پهٔ دنیا کښې دَ الله عذاب راشی نو رښتیا رښتیا واییٔ چا ته به اواز کویٔ۔ دَ دنیا پهٔ وړو وړو مصیبتونو کښې چې ګېر شیٔ نو هم دَ مجبوریٔ پهٔ وخت کښې صرف یو الله ته اواز کویٔ اؤ نور خدایان مو هېر شی۔
فَاِذَا رَکِبُوْا فِی الْفُلْکِ دَعَوُا اللہَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْن۔ نو بیا کهٔ دَ الله خوښه وی ستاسو نه هغه عذاب لرې کړی۔ دَ دې نهٔ اندازه ولګویٔ چې پهٔ دنیا کښې تکلیف لرې کؤنکے بې دَ الله نه بل څوک نشته نو دَ قیامت پهٔ سخته کښې به مو بل څوک پکار شی؟ بیا دا څومره حماقت دے چې هم دَ هغې الله دَ نښانو تکذیب کویٔ اؤ نورې فرمائشی نښانې غواړیٔ۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَخَذْنٰهُمْ بِالْبَاْسَآءِ وَ الضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُوْنَ۝۴۲
اؤ مونږ رسولان ور استؤلی وو ډېرو قومونو ته ستاسو نه مخکښې۔ نو بیا مو هغوی راګېر کړل پهٔ سختیٔ اؤ تکلیف کښې چې دوی منت زاری وکړی۔
فَلَوْ لَاۤ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَا تَضَرَّعُوْا وَ لٰكِنْ قَسَتْ قُلُوْبُهُمْ وَ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۴۳
نو بیا دوی ولې منت زاری ونهٔ کړه څهٔ وخت چې راغلو پهٔ دوی زمونږ عذاب ، لېکن سخت شو زړونه دَ دوی ، اؤ ښائسته کړل دوی ته شیطان هغه (خراب) کارونه چې دوی کؤل۔
فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ اَبْوَابَ كُلِّ شَیْءٍ١ؕ حَتّٰۤی اِذَا فَرِحُوْا بِمَاۤ اُوْتُوْۤا اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً فَاِذَا هُمْ مُّبْلِسُوْنَ۝۴۴
بیا چې هېر ېٔ کړو هغه نصیحت چې ورته شوے وهٔ پرانستے مونږ پرې دروازې دَ هر څیز۔ تر دې چې کله خوشحاله شو پهٔ هغه څیزونو چې ورکړی شوی وو نو راګېر مو کړل ناڅاپی ، نو پهٔ هغه وخت نا اُمیده پاتی شو۔ ف۴۷
ف۴۷: پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ عذاب راتلو احتمال بیان شوے وهٔ۔ اوس دَ واقعاتو حواله ورکېدے شی چې پهٔ تېره زمانه کښې پهٔ نافرمانه قومونو دغسې عذابونه راغلی دی اؤ خبردارے ېٔ ورکړو چې مجرم ته چې لږ شان خبردارے ورکړې شی نو هغهٔ ته پهٔ هغه ساعت توبه وېستل پکار دی۔ دَ سنګدلیٔ اؤ شیطانی وینا پهٔ سبب دې ېٔ معمولی نهٔ ګڼی۔
موضح القرآن کښې دی چې پهٔ ګنهګار باندې الله پاک لږه سختی راولی نو کهٔ هغه منت زاری وکړی اؤ توبه وباسی خو بچ شی اؤ کهٔ څهٔ پرواه ونهٔ ساتی نو بیا ورته پړے سست کړی اؤ دَ دنیا دَ عیش دروازې ورته ازادې کړی۔ کله چې هغه دَ نعمت شکر ادا کؤلو پهٔ ځائې نور هم ګناهونو کښې غرق شی نو بیا ېٔ یکدم راونیسی اؤ تباه شی۔ نو حکم دا دے چې بنیادم ته پهٔ ګناه لږه اشاره وشی نو فورًا دې توبه وباسی اؤ معافی دې وغواړی دَ نورې سختیٔ انتظار دې نهٔ کوی۔
فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا١ؕ وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۴۵
نو پرې کړې شوې جړې دَ دې ظالمانو۔ اؤ ټول تعریفونه دَ الله دی چې پالونکے دَ ټول جهان دے۔ ف۴۸
ف۴۸: دَ ظالمانو تباه کؤل هم دَ الله تعالیٰ دَ ربوبیتِ عامه اثر اؤ دَ نور مخلوق دپاره غټ رحم دے ځکه پرې دلته دَ حمد و شکر اظهار شوے دے۔
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَخَذَ اللّٰهُ سَمْعَكُمْ وَ اَبْصَارَكُمْ وَ خَتَمَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ مَّنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِهٖ١ؕ اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ هُمْ یَصْدِفُوْنَ۝۴۶
ورته ووایه تاسو وګوریٔ کهٔ واخلی درنه الله غوږونه اؤ سترګې اؤ مهر ولګوی ستاسو پهٔ زړونو ، ف۴۹ نو دَ الله نه سِوا بل کوم رب دے چې تاسو ته دا څیزونه بیا درکړی؟ ف۵۰ وګوره مونږ څنګه قسم قسم دلیلونه دوی ته بیانوؤ۔ نو دوی بیا هم ډډه کوی۔
ف۴۹: چې نهٔ تاسو اورېدې شیٔ اؤ نهٔ لیدے شیٔ اؤ نهٔ پوهه شیٔ۔
ف۵۰: حضرت شاه عبد القادر صاحبؒ فرمائی۔ توبه کښې دې سستی نهٔ کوی چې کوم غوږونه ، سترګې اؤ زړهٔ دې وخت کښې دی شاید چې بیا ورنهٔ کړې شی اؤ دَ توبې اؤ معافیٔ غوښتو موقع پهٔ لاس ورنهٔ شی۔ (ناڅاپی ورته مرګ راشی)
قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ بَغْتَةً اَوْ جَهْرَةً هَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الظّٰلِمُوْنَ۝۴۷
ورته ووایه وګوریٔ کهٔ راغلو پهٔ تاسو دَ الله عذاب ناڅاپه ف۵۱ یا پهٔ څرګنده نو څوک به هلاک شی بې دَ ظالمانو نه۔ ف۵۲
ف۵۱: ”ناڅاپه“ یعنی داسې عذاب چې دَ وخته ېٔ څهٔ علامې نهٔ وی ښکاره شوے۔ نو دَ ”جَهْرَۃً “ معنیٰ هغه عذاب شو دَ کوم علامې چې دَ مخکښې نه څرګندې شوے دی۔
ف۵۲: یعنی پهٔ توبه کښې ناراستی نهٔ ده پکار ، شاید چې دې مینځ کښې عذاب راشی چې دَ هغې نقصان به صرف ظالمانو ته رسی ، کهٔ دَ وړاندې نه ېٔ توبه ویستې وی نو کېدے شی چې بچ شی۔
وَ مَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَ مُنْذِرِیْنَ١ۚ فَمَنْ اٰمَنَ وَ اَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۝۴۸
اؤ مونږ خو نهٔ راستوؤ رسولان مګر زېرے ورکونکی اؤ ویرؤنکی نو چا چې ایمان راؤړو اؤ ځان ېٔ سم کړو نو نهٔ پهٔ هغوی څهٔ ویره شته اؤ نهٔ به هغوی غمژن وی۔
وَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا یَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ۝۴۹
اؤ چا چې دروغ وګڼل زمونږ آیتونه وبه رسی هغوی ته عذاب ځکه چې دوی نافرمانی کؤله۔ ف۵۳
ف۵۳: یعنی تاسو چې دَ الله دَ عذاب نه بې غمه ییٔ اؤ بې کاره فرمائشونه اؤ خوشی تپوسونه کویٔ اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ تنګؤلو دپاره دَ رسالت دَ تصدیق دپاره دَ ځان نه یو معیار جوړویٔ۔ نو پوهه شیٔ چې پېغمبر دنیا ته دې دپاره نهٔ راځی چې ستاسو خوشی فرمائشونه پوره کړی۔ دَ پېغمبرانو دَ راستؤلو مطلب خو صرف تبلیغ کؤل دی۔ دوی دې دپاره راځی چې نیکانو ته خوشخبری ورکړی اؤ بندګان دَ الله دَ عذاب نه ویروی۔ دَ هر چا خپل عمل دَ هغهٔ سره دے نو چا چې دَ پېغمبرانو پهٔ خبره یقین وکړو اؤ خپل عمل اؤ عقیده ېٔ سم کړل نو هغه کامیاب شو۔ دائمی ژوند به پهٔ امن اؤ آرام تېروی۔ هېڅ خوف و خطر به ورسره نهٔ وی اؤ چا چې نافرمانی وکړه دَ هغهٔ دائمی ژوند تباه شو پهٔ سخت عذاب کښې به ګرفتار وی۔
قُلْ لَّاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَ لَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَ لَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ اِنِّیْ مَلَكٌ١ۚ اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ١ؕ قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَ الْبَصِیْرُ١ؕ اَفَلَا تَتَفَكَّرُوْنَ۠۝۵۰
تهٔ ووایه زهٔ تاسو ته دا نهٔ وایم چې زما سره دَ الله خزانې دی اؤ نهٔ زهٔ دَ غیبو نه خبر یم۔ اؤ نهٔ زه تاسو ته دا وایم چې زهٔ فرښته یم ف۵۴ زهٔ خو هم پهٔ هغې چلېږم څنګه چې ما سره دَ الله حکم راځی۔ ورته ووایه کله برابرېدې شی ړوند اؤ دَ نظر خاوند، نو تاسو ولې غور نهٔ کویٔ؟ ف۵۵
ف۵۴: پهٔ دې آیتونو کښې دَ رسالت دَ منصف حقیقت بیان شوے دے یعنی څوک چې دَ نبوت دعویٰ کوی دَ هغهٔ دا دعویٰ نهٔ وی چې ګنی دَ الله دَ قدرت ټولې خزانې دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دی۔ دَ هغهٔ نه چې څهٔ فرمائش کیږی ، هغه به ضرور پوره کیږی یا دا چې هغهٔ ته ټول غیب څیزونه معلوم دی خواه دَ هغې تعلق دَ رسالت سره وی کهٔ نه چې تاسو دَ څهٔ تپوس کویٔ هغه به ېٔ درته جواب درکوی۔ یا دا چې ګنی هغه دَ بنیادمو دَ قسم نه جُدا ځان ته څهٔ بل قسم دے چې هغه دَ بشریت دَ خواصو اؤ تقاضو نه دَ خپلې پاکیٔ ثبوت پېش کړی۔ چې پېغمبر پهٔ دې خبرو کښې دَ یوې خبرې دعویٰ هم نهٔ کوی نو دَ هغهٔ نه دَ فرمائشی معجزو تقاضا کؤل یا داسې تپوسونه کؤل مثلًا چې قیامت به کله راځی۔ یا دا وئیل چې دا څنګه رسول دے چې خوراک کوی اؤ پهٔ بازانونو کښې ګرځی نو داسې خبرې دَ رسول دَ صداقت معیار ګرځؤل غټ حماقت دے۔
ف۵۵: یعنی اګر کهٔ پېغمبر دَ بنیادمو دَ قسم نه جُدا څهٔ بل شے نهٔ دے بیا هم دَ باقی بنیادمو اؤ دَ پېغمبر تر مینځه دَ زمکې اؤ آسمان فرق دے۔ دَ بنیادمو قوتونه دوه قسمه دی (۱) علمی اؤ (۲) عملی۔ دَ علمی طاقت پهٔ اعتبار دَ نبی اؤ دَ غیر نبی ترمینځه دَ ړوند اؤ بینا فرق ګڼل پکار دی۔ دَ نبیﷺ دَ زړهٔ سترګې هر وخت دَ الله دَ رضا اؤ دَ الله دَ تجلیاتو لیدو دپاره پرانستی دی دَ کومو دَ بې واسطې لیدو نه چې نور بنیادم محروم دی اؤ دَ قوتِ عملی ېٔ دا حال دے چې دَ نبیﷺ هر قول ، فعل اؤ هر حرکت دَ الله دَ رضا تابع وی۔ دَ هغوی پاک ژوند ، اخلاق ، اعمال اؤ دَ ژوند هر اړخ دَ خداوندی تعلیم اؤ رضائے الٰهی یو مکمله نمونه وی چې پهٔ هغې کښې غور اؤ فکر کؤلو نه پس دَ هغوی پهٔ صداقت کښې هېڅ شک نهٔ شی کېدے۔
وَ اَنْذِرْ بِهِ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْ یُّحْشَرُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ لَیْسَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ وَلِیٌّ وَّ لَا شَفِیْعٌ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ۝۵۱
اؤ خبردار کړه پهٔ دې قرآن هغه کسان چې ویریږی دَ دې نه چې جمع کیږی به دَ الله پهٔ مخکښې پهٔ دې شان چې نهٔ به وی دَ دوی بې دَ الله نه څوک ملګرے اؤ نهٔ سفارشی ف۵۶ چې دوی ځان وساتی ف۵۷
ف۵۶: یعنی کوم خلق چې فرمائشی معجزو ښیٔلو باندې خپل ایمان موقوف ګڼی ، اؤ دَ عناد پهٔ وجه دَ څرګندو معجزو تکذیب کوی ، دَ دوی څهٔ پرواه مهٔ ساته تا دَ تبلیغ فرض پوره کړل۔ دَ دوی نه پهٔ سمه لار دَ راؤړېدو څهٔ طمع نشته۔ اوس دَ قرآن پهٔ ذریعه هغه کسانو ته نوره هم توجه وکړه۔ څوک چې دَ انجام فکر کوی اؤ دَ محشر دَ ورځې نه ویریږی ، دَ داسې خلقو نه امید کېدے شی چې نصیحت پرې اثر وکړی اؤ دَ قرآن نه فائده واخلی۔
ف۵۷: یعنی دَ قرآن پهٔ اورېدو دَ ګناه نه بچ شی۔
وَ لَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ١ؕ مَا عَلَیْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّ مَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَیْهِمْ مِّنْ شَیْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُوْنَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝۵۲
اؤ مهٔ شړه هغه کسان چې یادوی خپل رب سحر اؤ ماښام غواړی هم دَ هغهٔ رضا ف۵۸ پهٔ تا باندې نشته دَ هغوی پهٔ حساب کښې څهٔ څیز ، اؤ نهٔ ستا پهٔ حساب کښې پهٔ هغوی څهٔ شته۔ کهٔ تهٔ هغوی دَ ځان نه وشړې نو شې به دَ بې انصافو نه۔ ف۵۹
ف۵۸: یعنی شپه اؤ ورځ دَ هغهٔ پهٔ عبادت کښې پهٔ روغ نیت اؤ اخلاص لګیا وی۔
ف۵۹: یعنی هر کله چې دَ هغوی دَ ظاهری حالت نه دا معلومیږی چې دوی شپهٔ اؤ ورځ دَ الله پهٔ عبادت کښې مشغول دی اؤ دَ هغهٔ دَ رضا طلبګار دی نو تهٔ هم دَ هغوی سره دَ دې مناسب سلوک کوه۔ دَ دوی پټ حال څهٔ دے اؤ انجام به ېٔ څهٔ وی۔ دَ دې پهٔ حقیقت معلومؤلو معاملات نهٔ شی موقوف کېدے۔ دا حساب دَ هغوی پهٔ خپله غاړه دے۔ نهٔ تهٔ دَ هغوی دَ حساب ذمه وار ئ اؤ نهٔ هغوی ستا دَ حساب ذمه وار دی۔ نو کهٔ تهٔ بالفرض دَ مالدارو دَ ایمان راؤړو پهٔ طمع دا غریبانان مخلصان دَ ځان نه وشړې نو دا به بې انصافی وی۔
موضح القرآن کښې لیکلی دی چې پهٔ کافرو کښې ځنو سردارانو حضورﷺ ته وئیلی وو چې زمونږ زړهٔ غواړی چې ستا مجلس کښې کښینو اؤ ستا خبرې واؤرو لېکن دَ تا نه دا غریبانان اؤ کم حیثیته خلق چاپېره وی نو مونږ دَ دوی سره پهٔ یو مجلس کښې نهٔ شو کښېناستے۔ پهٔ دې دا آیت نازل شو چې دَ الله طلبګار کهٔ غریب وی دَ هغهٔ خیال ساتل وړومبے دی۔
وَ كَذٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لِّیَقُوْلُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنْۢ بَیْنِنَا١ؕ اَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِالشّٰكِرِیْنَ۝۵۳
اؤ دغه رنګ مونږ ازمائیلی دی بعضې کسان پهٔ بعضې نورو چې وائی آیا هم دغه کسان دی چې الله پرې فضل کړے دے پهٔ مونږ ټولو کښې۔ آیا نهٔ دے الله ښهٔ پېژندونکے دَ شکر ګزارو۔ ف۶۰
ف۶۰: یعنی دولت مندو باندې دَ غریبانانو پهٔ وجه ازمېښت کیږی چې دولت مند دوی ته سپک ګوری اؤ تعجب کوی چې دا خلق دَ دې قابل دی چې الله ورباندې فضل کړے دے؟ الله پاک خو دَ هغه چا زړهٔ ته ګوری څوک چې دَ الله حق منی۔
وَ اِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ١ۙ اَنَّهٗ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوْٓءًۢا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْۢ بَعْدِهٖ وَ اَصْلَحَ فَاَنَّهٗ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۵۴
اؤ کله چې راشی تا ته زمونږ دَ آیتونو منونکی کسان نو ورته ووایه سلام دے پهٔ تاسو، لیکلے دے ستاسو رب پهٔ خپل ځان باندې رحمت چې پهٔ تاسو کښې کهٔ څوک څهٔ کار وکړی ناکاره دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه۔ بیا توبه وباسی دَ هغې نه پس ، اؤ نیک شی نو الله دے بخښونکے مهربانه۔
وَ كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَ لِتَسْتَبِیْنَ سَبِیْلُ الْمُجْرِمِیْنَ۠۝۵۵
اؤ هم دغه شان مونږ پهٔ تفصیل سره بیانوؤ خپل آیتونه چې ښکاره شی لار دَ ګناهګارو۔ ف۶۱
ف۶۱: پهٔ تېرو آیتونو کښې وئیلی شوی وو چې پېغمبران دَ زیری ورکؤلو اؤ ویرؤلو دپاره راځی نو دَ دې رکوع پهٔ وړومبنیو آیتونو دَ وَ اَنْذِرْ بِهِ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ (الآیة) سره دَ انذؔار شان بیان شو اوس دې آیتونو سره دَ مؤمنانو پهٔ حق کښې دَ تبشیر (خوشخبریٔ ورکؤلو) اظهار کیږی۔ یعنی مؤمنانو ته دَ الله پاک دَ کامل رحمت ، مغفرت اؤ سلامتیا خوشخبری واؤروه چې دَ غریبانو زړهٔ خوشحال شی اؤ دَ مالدارو متکبرانو پهٔ پېغورونو اؤ مسخرو ېٔ زړهٔ خفه نهٔ شی۔ ځکه مونږ احکام پهٔ تفصیل سره بیانوؤ چې دَ مؤمنانو پهٔ مقابله کښې دَ مجرمانو طریقه څرګنده شی۔
تنبیه: دا چې وئیلی شوی دی (کهٔ څوک بدی پهٔ ناپوهیٔ وکړی) نو شاید چې دَ دې مطلب دا دے چې یو مسلمان نه کهٔ دَ ګناه څهٔ کار کیږی نو پهٔ دې وجه چې هغه دَ دې ګناه دَ انجام نه بې خبره دے۔ کهٔ دَ دې دَ تباه کن نتیجې ورته پوره پوره اندازه وې نو هېچا به دَ ګناه اؤ نافرمانیٔ کؤلو زړهٔ نهٔ وهٔ کړے۔
قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ قُلْ لَّاۤ اَتَّبِعُ اَهْوَآءَكُمْ١ۙ قَدْ ضَلَلْتُ اِذًا وَّ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ۝۵۶
ورته ووایه زهٔ منع کړې شوے یم دَ دې نه چې بندګی وکړم دَ هغه چا چې تاسو ېٔ بلیٔ دَ الله نه غیر۔ ورته ووایه زهٔ نهٔ ځم ستاسو پهٔ خوښه ، بیا خو به زهٔ ګمراه شم اؤ نهٔ به شم دَ هدایت موندونکیو نه۔ ف۶۲
ف۶۲: پهٔ تېرو آیتونو کښې هغه خبرې بیان شوې کومې چې مؤمنانو ته دَ کؤلو وې۔ اوس دَ دې ځائې نه دَ مجرمانو خبرې شروع کیږی۔ یعنی تهٔ ورته ووایه چې زما ضمیر ، زما فطرت ، زما عقل ، اؤ وحی الٰهی چې پهٔ ما راځی۔ دا ټول څیزونه ما منع کوی۔ زهٔ دَ کامل توحید دَ لارې نه اخوا قدم نهٔ شم کښېښوې۔ کهٔ تاسو هر څومره دَ مکر جال خور کړیٔ خو زهٔ ستاسو دَ خواهش تابعداری هرګز نهٔ شم کؤلے۔ بفرضِ محال کهٔ یو پېغمبر پهٔ څهٔ معامله کښې دَ الله حکم پرېږدی اؤ دَ عوامو دَ خواهش تابعداری وکړی نو نغوذ بالله هغه په خپله ګمراه شی۔ بیا پهٔ دنیا کښې به دَ هدایت تخم څوک کری۔
قُلْ اِنِّیْ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَ كَذَّبْتُمْ بِهٖ١ؕ مَا عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ١ؕ اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ١ؕ یَقُصُّ الْحَقَّ وَ هُوَ خَیْرُ الْفٰصِلِیْنَ۝۵۷
ووایه ما ته شهادت رارسېدلے دے دَ خپل رب اؤ تاسو هغه دروغ وګڼلو۔ ف۶۳ زما پهٔ لاس کښې نهٔ دے دَ کوم څیز چې تاسو تادی کویٔ۔ ف۶۴ دَ هېچا حکم نشته بې دَ الله۔ هغه بیانوی حق خبرې اؤ هغه دَ ټولو نه ښهٔ فیصله کؤنکے دے۔
ف۶۳: یعنی ما ته خو دَ الله پاک دَ طرف نه داسې څرګند شهادتونه اؤ واضح دلیلونه راغلی دی چې زهٔ دَ هغې دَ قبلؤلو نه انکار نهٔ شم کؤلے اؤ تاسو هغه دروغ ګڼیٔ نو پهٔ خپل انجام خپله سوچ وکړیٔ۔
ف۶۴: یعنی دَ الله عذاب۔ کفارو به وې (اَللّٰهُمَّ اِنْ کَانَ هٰذَا هُوَا لْحَقُّ مِنْ عِنْدِکَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَۃً مِّنَ السَّمَآءِ اَوِائْتِنَا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ) (یا الله کهٔ هم دغه حق وی دَ کوم چې مونږ تکذیب کوؤ نو پهٔ مونږه دَ آسمان نه دَ کاڼیو باران وکړه یا راباندې بل څهٔ دردناک عذاب نازل کړه)
قُلْ لَّوْ اَنَّ عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ لَقُضِیَ الْاَمْرُ بَیْنِیْ وَ بَیْنَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِالظّٰلِمِیْنَ۝۵۸
ورته ووایه کهٔ زما سره هغه څیز وې دَ کوم چې تاسو تادی کویٔ۔ نو جګړه به فیصله شوے وه پخوا زما اؤ ستاسو ترمینځه۔ ف۶۵ اؤ الله ښهٔ پېژنی ظالمان۔
ف۶۵: یعنی پهٔ چا چې ېٔ خوښه وی اؤ کله چې ېٔ خوښه وی اؤ کوم قسم عذاب چې ېٔ خوښ وی نازلوی یا نهٔ نازلوی اؤ دغسې دَ هدایت توفیق ورکوی دا هر څهٔ دَ الله پاک پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دی۔ دَ هغهٔ نه سِوا دَ هېچا حکم اؤ زور نهٔ چلیږی۔ هغه پهٔ دلائلو حق خبره بیانوی بیا چې څوک نهٔ منی دَ هغهٔ پهٔ حق کښې بهترینه فیصله کؤنکے هم هغه دے۔ کهٔ دا فیصله کؤل اؤ عذاب راستؤل زما پهٔ اختیار کښې وې اؤ دې خلقو زما نه دغسې دَ عذاب مطالبه کؤلے نو ما به پخوا دا جګړه ختمه کړے وه۔ دا خو دَ الله پاک دَ کامل علم ، عظیم حلم ، اؤ کامل قدرت اثر دے چې دَ بې شمېره مصلحتونو اؤ حکمتونو پهٔ لحاظ سره دَ علم اؤ قدرت نه پهٔ دې ظالمانو داسې ژر عذاب نهٔ نازلوی۔ (نور مهلت ورکوی اؤ صبر ورته کوی) پهٔ مخکښینیو آیتونو کښې دَ هغه محیط علم اؤ کامل قدرت بیان دے چې دا څرګنده شی چې پهٔ عذاب کښې تاخیر دَ بې خبریٔ یا کمزورتیا پهٔ وجه نهٔ دے۔
وَ عِنْدَهٗ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لَا یَعْلَمُهَاۤ اِلَّا هُوَ١ؕ وَ یَعْلَمُ مَا فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ١ؕ وَ مَا تَسْقُطُ مِنْ وَّرَقَةٍ اِلَّا یَعْلَمُهَا وَ لَا حَبَّةٍ فِیْ ظُلُمٰتِ الْاَرْضِ وَ لَا رَطْبٍ وَّ لَا یَابِسٍ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ۝۵۹
اؤ هم دَ هغهٔ سره دی دَ غیبو کنجیانې نهٔ دی خبر هېڅوک بې دَ هغهٔ۔ اؤ هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې ځنګل کښې دی اؤ څهٔ چې دریاب کښې دی ، اؤ نهٔ غورځیږی یوه پاڼه هم مګر هغه پرې خبر دے۔ اؤ نهٔ غورځیږی یوه دانه دَ زمکې پهٔ تیرو کښې اؤ نهٔ یو شین څیز اؤ نهٔ یو وچ څیز مګر هغه ټول پهٔ کتاب مبین کښې دی۔ ف۶۶
ف۶۶: یعنی پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلی پراتهٔ دی اؤ کوم څیز چې لوحِ محفوظ کښې وی دَ هغې نه مخکښې به پهٔ علمِ الٰهی کښې ضرور وی۔ پهٔ دې لحاظ دَ آیت دَ مضمون خلاصه دا شوه چې دَ دنیا پهٔ خشکه اؤ سمندر کښې پټ اؤ څرګند ، وړوکے اؤ غټ یو څیز هم داسې نشته چې دَ الله پاک دَ علم نه بهر وی۔ نو دَ دې ظالمانو دَ پټو اؤ څرګندو کارونو اؤ دَ هغې دَ مناسب سزا اؤ پوره پوره وخت نه هم هغه خبر دے۔
تنبیه: مَفَاتِیْح چې کومو عالمانو دَ مَفْتَحْ جمع ګڼلے ده ، هغوی ېٔ ترجمه دَ غیب خزانې کوی اؤ دَ چا پهٔ خیال چې دَ مِفْتَحْ جمع دے هغوی ېٔ ترجمه لکه دَ دې مترجمؒ دَ غیبو کنجیانې کوی۔ یعنی دَ غیبو خزانې اؤ دَ هغې کنجیانې یواځې دَ الله پهٔ لاس کښې دی هغه دَ هغې خزانو نه څومره چې غواړی اؤ چا ته چې غواړی اؤ کله چې غواړی دَ هغې ورونه ورته آزاد کړی۔ دَ هېچا دا طاقت نشته چې دَ خپل عقل پهٔ طاقت دَ غیبو علم حاصل کړی۔ یا څومره پټ علمونه چې هغهٔ ته الله تعالیٰ څرګند کړی دی پهٔ هغې کښې دَ ځان نه څهٔ زیات کړی۔ ځکه چې دَ غیبو کنجیانې هغهٔ ته نهٔ دی حواله شوے۔ هرڅومره پهٔ لکونو کروړونو جزوی واقعاتو اؤ پټو خبرو علم کهٔ یو بنده ته ورکړې شوے وی بیا هم دَ علمِ غیب اصول اؤ کلیات چې دَ علم کنجیانې ورته وئیلی شی ، الله تعالیٰ دَ خپل ځان سره ساتلی دی۔ (بنده ته دَ ځنو پټو جزئیاتو علم خو ورکوی خو دَ غیبو دَ علم کنجیانې نهٔ ورکوی)۔
وَ هُوَ الَّذِیْ یَتَوَفّٰىكُمْ بِالَّیْلِ وَ یَعْلَمُ مَا جَرَحْتُمْ بِالنَّهَارِ ثُمَّ یَبْعَثُكُمْ فِیْهِ لِیُقْضٰۤی اَجَلٌ مُّسَمًّی١ۚ ثُمَّ اِلَیْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ یُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۠۝۶۰
اؤ هم هغه دے چې پهٔ قبضه کښې اخلی تاسو دَ شپې ف۶۷ اؤ هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې تاسو کویٔ دَ ورځې۔ ف۶۸ بیا تاسو راپورته کوی پهٔ دې کښې چې پوره شی هغه نېټه مقرر شوے۔ ف۶۹ بیا به هم دَ هغهٔ طرف ته تاسو واپس کؤلی شیٔ بیا به هغه تاسو ته خبر درکړی څهٔ چې تاسو کؤل۔ ف۷۰
ف۶۷: یعنی دَ خوب پهٔ وخت کښې دَ بنده سره ظاهری احساس اؤ شعور پاتې نهٔ شی بلکې اکثر بنده دَ خپل بدن اؤ ماحول نه هم بې خبره وی ګویا کهٔ دې وخت کښې ترېنه دَ احساس قوتونه واخستے شی۔
ف۶۸: یعنی دَ ورځې چې څهٔ نقل و حرکت اؤ څهٔ کار کسب کیږی دَ هغې پوره تفصیل الله تعالیٰ ته معلوم دے۔
ف۶۹: یعنی کهٔ دَ هغهٔ خوښه وې نو تاسو به ېٔ هم دغه شان وودهٔ پهٔ وودهٔ پاتی کړی ویٔ۔ لېکن هغه دَ مرګ خپلې وعدې پوره کؤلو پورې دَ هر خوب نه پس تاسو بیا بیداروی۔
ف۷۰: دَ ورځې کار روزګار کؤلو نه پس دَ شپې آرام کؤل ، ودهٔ کېدل اؤ سحر بیا راپاڅېدل یو وړه غوندې نمونه ده۔ دَ مرګ نه پس دَ دوباره ژوندی کېدو ځکه دَ خوب اؤ بیداریٔ دَ ذکر نه پس ېٔ دَ آخرت دَ ژوند یادګیرنه وکړه۔
وَ هُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ وَ یُرْسِلُ عَلَیْكُمْ حَفَظَةً١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَ هُمْ لَا یُفَرِّطُوْنَ۝۶۱
اؤ هغه غالب دے پهٔ خپلو بندیانو۔ اؤ هغه راستوی پهٔ تاسو باندې نګهبان ف۷۱ تر دې چې کله راشی تاسو کښې یو کس ته مرګ نو قبضه کښې ېٔ واخلی زمونږ راستؤلے فرښتې ف۷۲ اؤ هغوی کوتاهی نهٔ کوی۔ ف۷۳
ف۷۱: یعنی هغه فرښتې چې ستاسو اؤ ستاسو دَ اعمالو نګرانی کوی۔
ف۷۲: یعنی هغه فرښتې چې دَ ساه قبض کؤلو دپاره راستؤلے شی۔
ف۷۳: یعنی کوم وخت اؤ څهٔ رنګ چې ورته دَ چا روح قبض کؤلو حکم وشی نو هغوی پکښې هېڅ سستی اؤ دَ چا سره هېڅ رعایت نهٔ کوی۔
ثُمَّ رُدُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ مَوْلٰىهُمُ الْحَقِّ١ؕ اَلَا لَهُ الْحُكْمُ١۫ وَ هُوَ اَسْرَعُ الْحٰسِبِیْنَ۝۶۲
بیا به رسؤلے شی الله طرف ته چې اصلی مالک دے۔ یاد لریٔ حکم صرف دَ الله دے اؤ هغه ډېر ژر حساب کؤنکے دے۔ ف۷۴
ف۷۴: یعنی پهٔ یوه لحظه کښې دَ بنده دَ ټول عمر ښهٔ بد څرګند شی۔
قُلْ مَنْ یُّنَجِّیْكُمْ مِّنْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ تَدْعُوْنَهٗ تَضَرُّعًا وَّ خُفْیَةً١ۚ لَىِٕنْ اَنْجٰىنَا مِنْ هٰذِهٖ لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ۝۶۳
ووایه څوک بچ کوی تاسو پهٔ ځنګل کښې دَ تیرو نه اؤ پهٔ دریاب کښې دَ تیرو نه پهٔ هغه وخت چې تاسو منت اؤ زاری کویٔ هغهٔ ته پټ پټ ، کهٔ تا بچ کړو دَ دې بلا نه نو مونږ به ضرور ستا احسان ومنو۔
قُلِ اللّٰهُ یُنَجِّیْكُمْ مِّنْهَا وَ مِنْ كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ اَنْتُمْ تُشْرِكُوْنَ۝۶۴
ورته ووایه الله تاسو بچ کوی دَ دې نه اؤ دَ هرې سختې نه خو تاسو به بیا هم شرک کویٔ۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی الله تعالیٰ سره دَ خپل محیط علم اؤ کامل قدرت کوم چې مخکښې بیان شو ، دَ خپل عظیم رحم و کرم پهٔ وجه ستاسو دَ ناکاره عملونو سزا تاسو ته ژر نهٔ درکوی۔ بلکې کله چې تاسو پهٔ تیرو کښې ګېر شیٔ اؤ سخته درباندې راشی اؤ هغهٔ ته پهٔ عاجزیٔ سوال وکړیٔ اؤ وعده وکړیٔ چې کهٔ دَ دې مصیبت نه خلاص شو نو بیا به هېچرې شرارت نهٔ کوؤ اؤ همېشه به ستا احسان منو ، نو هغه ستاسو امداد وکړی اؤ دَ سختې نه مو خلاص کړی۔ لېکن تاسو چې دَ سختې نه خلاص شیٔ نو بیا خپلې وعدې هېرې کړیٔ اؤ بیا بغاوت اؤ نافرمانی شروع کړیٔ۔
قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلٰۤی اَنْ یَّبْعَثَ عَلَیْكُمْ عَذَابًا مِّنْ فَوْقِكُمْ اَوْ مِنْ تَحْتِ اَرْجُلِكُمْ اَوْ یَلْبِسَكُمْ شِیَعًا وَّ یُذِیْقَ بَعْضَكُمْ بَاْسَ بَعْضٍ١ؕ اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَفْقَهُوْنَ۝۶۵
ورته ووایه هغه قادر دے پهٔ دې چې راواستوی پهٔ تاسو عذاب ف۷۶ دَ بره نه یا ستاسو دَ ښپو دَ لاندې نه یا پهٔ جنګ اخته کړی تاسو ډلې ډلې اؤ وڅکی یو ته دَ بل جنګ ف۷۷ اؤ وګوره مونږ څنګه قسم قسم آیتونه بیانوؤ چې دوی پوهه شی۔ ف۷۸
ف۷۶: دَ الله تعالیٰ دې مهلت ورکؤلو اؤ ژر عذاب نهٔ راوستلو پهٔ وجه بې فکره کېږیٔ مه۔ ځکه چې څنګه مو هغه دَ سختې نه خلاصؤلے شی دغسې درباندې ناڅاپی عذاب هم راوستے شی۔
ف۷۷: پهٔ دې آیت کښې دَ عذاب درے قسمونه بیان شوی دی۔ (۱) دَ بره نه عذاب لکه کاڼی ورؤل یا طوفانی سیلۍ اؤ باران۔ (۲) دَ ښپو دَ لاندې نه عذاب لکه سیلاب یا زلزله۔ دا دواړه خارجی عذابونه دی چې پهٔ مخکښینیو قومونو راغلی وو اؤ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ دعا دَ هغهٔ اُمت دَ داسې قسم عامو عذابونو نه محفوظ شوے دے۔ یعنی داسې قسم عام عذاب چې ټول قوم پرې تباه شی۔ لکه پهٔ مخکښینیو قومونو چې راغلی وو۔ داسې عذاب به پهٔ دې اُمت نهٔ راځی۔ وړې وړې خاصې واقعې کهٔ راشی نو دَ هغې نفی نهٔ ده شوے۔
(۳) دریم قسم عذاب چې هغې ته اندرونی اؤ داخلی عذاب وئیلی شی ، دَ دې اُمت پهٔ حق کښې هم باقی دے۔ هغه خپلو کښې ډلې ډلې کېدل دی اؤ یو بل سره جنګېدل دی۔ موضح القرآن کښې دی ، قرآن شریف کښې اکثر کافرو سره دَ عذاب وعده شوے ده۔ دلته ېٔ واضحه کړه چې هغه هم عذاب وهٔ چې پهٔ مخکښینیو اُمتونو راغلے وهٔ چې دَ بره نه یا ښکته نه وهٔ۔ اؤ دا هم عذاب دے چې یو قوم خپلو کښې ډلې ډلې شی۔ اؤ پهٔ جنګ اخته شی اؤ قتل شی یا قید اؤ ذلیل شی۔ حضور اکرمﷺ پوه شو چې پهٔ دې قوم به هم دغه عذاب راځی۔ اکثر عذاب عظیم ، عذاب الیم ، عذاب مهین هم دغې ته وئیلے شوے دے۔ باقی څوک چې کافر مړ شو دَ هغهٔ دپاره دَ آخرت عذاب هم دے۔
ف۷۸: چې دوی پوه شی دَ قرآن پهٔ تعلیم یا دَ عذاب پهٔ مطلب ، ځکه چې اکثرو به دا وې چې دا هسې دَ دروغو دپکې دی عذاب مذاب هېڅ نشته۔
وَ كَذَّبَ بِهٖ قَوْمُكَ وَ هُوَ الْحَقُّ١ؕ قُلْ لَّسْتُ عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍؕ۝۶۶
اؤ دروغ وګڼل دغه آیتونه ستا قوم ، حال دا دے چې دا حق دی۔ ووایه ورته چې زهٔ نهٔ یم ستاسو ذمه وار۔
لِكُلِّ نَبَاٍ مُّسْتَقَرٌّ١٘ وَّ سَوْفَ تَعْلَمُوْنَ۝۶۷
دَ هر یو خبر یو مقرر وخت دے اؤ ژر به تاسو خبر شیٔ۔ ف۷۹
ف۷۹: یعنی زما ذمه واری دا نهٔ ده چې ستاسو پهٔ تکذیب درباندې عذاب نازل کړم یا درته دَ هغې وخت اؤ نور تفصیل بیان کړم۔ زما کار صرف ستاسو خبرؤل دی باقی دَ هر کار دپاره الله تعالیٰ یو وخت مقرر کړے دے۔ کله چې هغه وخت راشی نو تاسو به خپله ووینیٔ چې ما څهٔ وئیل هغه رښتیا وو کهٔ دروغ۔
وَ اِذَا رَاَیْتَ الَّذِیْنَ یَخُوْضُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتّٰی یَخُوْضُوْا فِیْ حَدِیْثٍ غَیْرِهٖ١ؕ وَ اِمَّا یُنْسِیَنَّكَ الشَّیْطٰنُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرٰی مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۝۶۸
او کله چې تهٔ ووینې خلق چې جګړه کوی زمونږ په آیتونو کښې ، نو تهٔ ترې ډډې ته شه تر دې چې هغوی مشغول شی پهٔ څهٔ بله خبره کښې۔ اؤ کهٔ هېر کړی درنه شیطان نو مهٔ کښېنه دَ یادېدو نه پس دَ ظالمانو سره۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی کوم خلق چې دَ الله پاک پهٔ آیتونو پورې خندا اؤ مسخرې اؤ ناحقه نکته چینی کوی اؤ خپل ځان دَ عذاب حقدار کوی۔ نو تهٔ دَ داسې خلقو پهٔ مجلس کښې مهٔ کښېنه اؤ دَ دوی سره ګډون مهٔ کوه۔ ګنی تهٔ به هم دَ دوی پهٔ ټولی کښې شمېر شې۔ څنګه چې بل ځائې ارشاد دے: اِنَّکُمْ اِذًا مِّثْلَهُمْ (تاسو به هم دَ دوی پهٔ شان شیٔ) دَ یو مسلمان دَ غېرت تقاضا دا ده چې دَ داسې مجلس نه لرې لرې ګرځی اؤ کهٔ پهٔ خطا چرته داسې مجلس ته ورغلو نو چې دَ پوهېدو نه پس ترېنه پاڅی پهٔ دغې کښې ېٔ دَ آخرت خیر اؤ دَ دین حفاظت دے اؤ مسخرې کؤنکیو ته عملی سبق دے۔
دَ دې دوه معنې کېدے شی (۱) کهٔ پرهېزګار کسان دَ داسې مجلس نه پاڅی نو دَ نکته چینی کؤنکیو دَ ګمراهیٔ اؤ ګناه څهٔ اثر به پهٔ دوی نهٔ پریوځی۔ البته دَ دوی پهٔ ذمه دا ده چې دَ خپل طاقت اؤ موقعې مناسب هغوی ته نصیحت وکړی۔ ممکنه ده چې پهٔ هغوی دا نصیحت اثر وکړی۔
وَ مَا عَلَی الَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّ لٰكِنْ ذِكْرٰی لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ۝۶۹
اؤ پهٔ پرهېزګارو نشته دَ جګړې کؤنکیو پهٔ حساب کښې څهٔ څیز، لېکن دَ دوی پهٔ ذمه نصیحت کؤل دی چې هغوی ویریږی۔ ف۸۱
ف۸۱: کهٔ پرهېزګارو کسانو ته دَ څهٔ دینی یا دنیوی ضرورت پهٔ وجه چرته داسې مجلس کښې دَ شرکت ضرورت پېښ شی نو دَ هغوی نه به دَ دې نکته چینانو دَ خبرو څهٔ تپوس نهٔ کیږی۔ البته پهٔ دوی دا ضروری ده چې دَ موقعې مناسب هغوی ته نصیحت وکړی۔ ممکنه ده چې پهٔ هغوی اثر وشی۔
وَ ذَرِ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَهُمْ لَعِبًا وَّ لَهْوًا وَّ غَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَ ذَكِّرْ بِهٖۤ اَنْ تُبْسَلَ نَفْسٌۢ بِمَا كَسَبَتْ١ۖۗ لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیٌّ وَّ لَا شَفِیْعٌ١ۚ وَ اِنْ تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لَّا یُؤْخَذْ مِنْهَا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اُبْسِلُوْا بِمَا كَسَبُوْا١ۚ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِیْمٍ وَّ عَذَابٌ اَلِیْمٌۢ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ۠۝۷۰
اؤ پرېږده هغه کسان چا چې جوړ کړی دی دَ خپل دین نه لوبې اؤ تماشه ف۸۲ اؤ دهوکه ورکوی دوی ته دَ دنیا ژوند، ف۸۳ اؤ نصیحت وکړه دوی ته پهٔ قرآن چې ګېر نهٔ شی څوک پهٔ خپلو کړو داسې چې نهٔ وی دَ هغهٔ دپاره بې دَ الله نه څوک ملګرے اؤ نهٔ څوک سفارشی ، اؤ کهٔ پهٔ بدله کښې ورکوی ټولې بدلې نو دَ هغهٔ نه نهٔ قبلیږی۔ ف۸۴ نو هم دغه کسان دی چې ګېر شو پهٔ خپلو کړو کښې۔ دوی دپاره څښل دی دَ ګرمو اوبو اؤ عذاب دے دردناک۔ دَ کفر پهٔ بدله کښې۔ ف۸۵
ف۸۲: یعنی دینِ اسلام چې قبلؤل ېٔ پهٔ دوی فرض وو اؤ دوی دَ ایمان راؤړو پهٔ ځائې ورپورې خندا کوی۔
ف۸۳: یعنی دَ دنیا پهٔ مزو کښې مست دی اؤ خپل انجام ېٔ هېر کړے دے۔
ف۸۴: یعنی دَ داسې خلقو چې دَ خندا اؤ نکته چینیٔ پهٔ سزا کښې نیولی شوی وی نهٔ به څوک ملګری وی، نهٔ مددګار اؤ نهٔ سفارشی چې دَ الله دَ عذاب نه ېٔ خلاص کړی۔ پهٔ دغه ورځ به نهٔ سفارش قبلیږی اؤ نهٔ به څهٔ معاوضه اؤ فدیه قبلیږی۔ بالفرض کهٔ یو مجرم دَ ټولې دنیا خزانې ورکوی اؤ ځان خلاصؤل غواړی نو خلاصے ېٔ نشته۔
ف۸۵: پهٔ تېر آیت کښې دَ داسې مجلس نه دَ کناره کېدو حکم وهٔ کوم کښې چې دین پورې خندا کؤلے شی اؤ ناحقه نکته چینی کیږی۔ پهٔ دې آیت کښې دَ داسې خلقو سره دَ عام تعلق اؤ ګډون پرېښو حکم دے۔ خو ورسره دا حکم هم دے چې داسې خلقو ته نصیحت ضرور کویٔ چې دَ خپل عمل دَ انجام نه خبر شی۔
قُلْ اَنَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُنَا وَ لَا یَضُرُّنَا وَ نُرَدُّ عَلٰۤی اَعْقَابِنَا بَعْدَ اِذْ هَدٰىنَا اللّٰهُ كَالَّذِی اسْتَهْوَتْهُ الشَّیٰطِیْنُ فِی الْاَرْضِ حَیْرَانَ١۪ لَهٗۤ اَصْحٰبٌ یَّدْعُوْنَهٗۤ اِلَی الْهُدَی ائْتِنَا١ؕ قُلْ اِنَّ هُدَی اللّٰهِ هُوَ الْهُدٰی١ؕ وَ اُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۷۱
ورته ووایه آیا مونږ وبلو دَ الله نه سِوا هغه چې نهٔ مونږ ته نفع راکؤلے شی اؤ نهٔ زیان۔ آیا مونږ بیا واپس شو پهٔ شا پس دَ دې چې الله راته سمه لار وښودله، دَ هغه سړی پهٔ شان چې پېریانو ترې پهٔ ځنګل کښې لار هېره کړے ده نو هغه حیران دے۔ ملګری ېٔ راغواړی لارې طرف ته چې مونږ ته راشه۔ ف۸۶ ورته ووایه چې بېشکه الله چې کومه لار ښودلے ده هم هغه سمه لار ده۔ ف۸۷ اؤ مونږ ته حکم شوے دے چې تابعدار وسو دَ ربُ العٰلمین۔
ف۸۶: یعنی دَ یو مسلمان شان دا دے چې ګمراهانو ته به نصیحت کوی اؤ نېغې لارې ته به ېٔ را اړوی اؤ څوک چې دَ یو الله دَ حکم منلو نه تښتی هغه به دې طرف ته دَ را اړؤلو فکر کوی۔ دَ یو مسلمان نه دا طمع کؤل فضول دی چې هغه به دَ الله پاک دَ ذات نه سِوا دَ داسې شی پهٔ مخکښې سر ټیټ کړی چې هغه نهٔ دَ چا دَ نفعې مالک دے نهٔ دَ نقصان۔
اؤ یا به دَ اهلِ باطلو پهٔ مجلس کښې داسې ورګډ شی چې دَ توحید صفا سړک به پرېږدی اؤ دَ شرک پهٔ کندو کښې به ځان وغورځوی۔ نعوذ بالله کهٔ داسې وشوه نو دا به داسې وی لکه یو مسافر دَ ملګریو سره پهٔ ځنګل کښې روان وی، اؤ پېریان ترېنه لار خطا کړی، پهٔ بله ېٔ روان کړی۔ بیا اخوا دېخوا هریان دریان ګرځی لار نهٔ مومی۔ دَ هغهٔ ملګری ورته چغې وهی چې دې خوا راشه لار دې خوا ده خو هغه داسې اوتر شوے وی چې نهٔ دَ هغوی آواز اوری اؤ نهٔ ېٔ پهٔ خبره پوهیږی۔ هم دغه شان پوهه شیٔ چې دَ آخرت دَ مسافر دپاره دَ اسلام اؤ توحید لار صفا سوتره پلن سړک دے چې دَ پېغمبرﷺ اؤ دَ هغهٔ دَ اصحابوؓ پهٔ ملګرتیا کښې ورباندې ښهٔ پهٔ اطمینان اؤ قلار روان وی خو چې دَ شیطان پهٔ لمسه دَ دې سړک نه اخوا شی دَ ګمراهیٔ پهٔ ځنګل کښې بې درکه ګرځی۔ پېغمبر اسلامﷺ اؤ دَ هغهٔ ملګری ورته چغې وهی چې سمې لارې ته راواوړه خو دې پرې نهٔ پوهیږی۔ نو اے شریرانو ستاسو څهٔ غرض دے چې زمونږ هم دغه حال شی۔ دا آیت دَ هغه مشرکانو پهٔ جواب کښې نازل شوے دے چا چې به مسلمانانو ته وې چې راځیٔ بیا دَ خپل پلار نیکهٔ دین ته راشیٔ۔
ف۸۷: زمونږ نه دا طمع مهٔ کویٔ چې سمه لار به پرېږدو اؤ دَ شیطان پهٔ لار به روان شو۔
وَ اَنْ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اتَّقُوْهُ١ؕ وَ هُوَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ۝۷۲
اؤ دا چې قائم لریٔ نمونځ اؤ ویره کویٔ دَ الله نه۔ اؤ هم هغه دے دَ چا مخکښې چې به ټول راجمع کېږیٔ۔
وَ هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِالْحَقِّ١ؕ وَ یَوْمَ یَقُوْلُ كُنْ فَیَكُوْنُ١ؕ۬ قَوْلُهُ الْحَقُّ١ؕ وَ لَهُ الْمُلْكُ یَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ١ؕ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ١ؕ وَ هُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ۝۷۳
اؤ هم هغه دے چا چې پیدا کړی دی آسمانونه اؤ زمکه پهٔ صحیح طریقه، اؤ پهٔ کومه ورځ چې هغه ووائی شه ف۸۸ نو شی به۔ هم دَ هغهٔ خبره رښتونے ده۔ اؤ هم دَ هغهٔ بادشاهی ده، پهٔ کومه ورځ چې به پوک وهلے شی شپېلۍ، ف۸۹ پوهه پهٔ پټو اؤ پهٔ څرګندو، اؤ هم هغه دے دَ حکمت خاوند پهٔ هر څهٔ خبر۔ ف۹۰
ف۸۸: یعنی پهٔ کومه ورځ چې الله وغواړی چې قیامت دې راشی (نو بس رابه شی، بیا پکښې ډیل نشته)
ف۸۹: یعنی پهٔ دغه ورځ به ظاهری اؤ مجازی بادشاهت هم دَ بل چا نهٔ وی۔ لِمَنِ الْمُلْکُ الْیَوْمَ الِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ (نن دَ چا بادشاهی ده۔ صرف دَ یو الله چې غالب دے)
ف۹۰: دَ کوم الله چې دا صفات اؤ دا شان وی کوم چې دې تېرو آیتونو کښې بیان شو ، صرف هم هغه الله دَ عبادت قابل دے اؤ مونږ ته هم دَ دغې حکم شوے دے، مونږ دَ دې نه بل خوا مخ نهٔ شو اړؤلے۔
وَ اِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ اٰزَرَ اَتَتَّخِذُ اَصْنَامًا اٰلِهَةً١ۚ اِنِّیْۤ اَرٰىكَ وَ قَوْمَكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۷۴
اؤ یاد کړه چې ووې ابراهیمؑ ف۹۱ خپل پلار آزر ته، ف۹۲ آیا تهٔ بتان پهٔ خدائې نیسې۔ زهٔ وینم چې تهٔ اؤ ستا قوم ګمراه دی څرګند۔ ف۹۳
ف۹۱: پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ توحید ثبوت، دَ شرک نفی اؤ دَ مسلمانانو دَ بیا کافر (مرتد) کېدو نفی وشوه۔ دَ موحد اعظم حضرت ابراهیمؑ دَ واقعې نه دَ دې تائید مقصود دے اؤ دَ دې پهٔ ضمن کښې مسلمانانو ته دا تعلیم ورکؤل دی چې مخالفینو ته نصیحت پهٔ څهٔ طریقه کؤل پکار دی۔ څنګه به دَ هغوی نه دَ بېزاریٔ اؤ جُدا کېدو اعلان کویٔ، اؤ څنګه یو مسلمان ته یواځې پهٔ الله پاک اعتماد اؤ تکیه کؤل پکار دی۔ یواځې دَ هغهٔ نه ویره اؤ صرف دَ هغهٔ فرمانبردار کېدل پکار دی۔
ف۹۲: دَ نسبونو عالمانو دَ حضرت ابراهیمؑ دَ پلار نوم ”تارخ“ لیکلے دے۔ ممکنه ده چې ”تارخ“ ېٔ نوم وی اؤ پهٔ ”آزر“ مشهور وی۔ ابنِ کثیر ؒ دَ مجاهد نه نقل کړے دے چې آزر دَ یو بُت نوم وهٔ۔ شاید چې دَ دې بُت دَ زیات خدمت کؤلو پهٔ وجه دَ ابراهیمؑ پلار پهٔ دې نوم مشهور شوے وی۔
ف۹۳: دَ دې نه زیات حماقت به څهٔ وی چې بنیادم چې اشرف المخلوقات دے پهٔ خپل لاس دَ کاڼی نه بُت جوړ کړی اؤ بیا هغې ته خدائې وائی، سجده ورته کوی اؤ مرادونه ترېنه غواړی۔
وَ كَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ لِیَكُوْنَ مِنَ الْمُوْقِنِیْنَ۝۷۵
اؤ هم دغه شان مونږ ښودل ابراهیمؑ ته عجائبات دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ چې دَ هغهٔ پرې یقین راشی۔ ف۹۴
ف۹۴: یعنی څنګه چې مونږ ابراهیمؑ ته دَ بُت قباحت څرګند کړو چې قوم دَ دې پهٔ بدیٔ پوهه کړی۔ دغسې مو دَ پورتنیٔ دنیا (آسمانونو) اؤ ښکتنیٔ دنیا (زمکې) دَ عجیبه اؤ مضبوط نظام پهٔ باریکیو خبردار کړو چې دَ دې پهٔ لیدو دَ الله تعالیٰ پهٔ وحدانیت اؤ دَ مخلوقاتو پهٔ عاجزیٔ اؤ کمزورتیا ېٔ یقین پوخ شی اؤ پهٔ دلائلو دَ خپل قوم دَ بُت پرستیٔ اؤ کواکب پرستیٔ ښهٔ پهٔ پوهه تردید وکړی۔ خپله هم دَ حق الیقین مرتبې ته ورسی اؤ نور هم پوهه کړې شی۔ بېشکه دَ دنیا دا مکمل اؤ بهترین نظام خپله داسې څیز دے چې پهٔ دې کښې غور کؤلو باندې عقل خپله دَ دې قائل شی چې دَ دې دومره لوئے کارخانې چلؤنکے اؤ داسې بهترین نظام سره دا عالم پیدا کؤنکے اؤ دَ کروړونو کالو راسې پهٔ داسې ترتیب اؤ سلیقې سره چلؤنکے ذات بېشکه چې یو علیم ، حکیم و قدیر ، جوړؤنکے اؤ پیدا کؤنکے دے چې دَ هغهٔ حکیمانه طاقت اؤ غلبې نه دَ دې دومره لوی مشین یوه پرزه هم اخوا دیخوا کېدے نهٔ شی۔ بېشکه داسې مرتب اؤ بهترین نظام څهٔ اتفاقی شے یا دَ بې شعوره مادې پیداوار نهٔ دے۔
دَ یورپ مشهور فلسفی سائنسدان نیوټن وائی چې دَ ستوریو دا موجوده منظّم حرکت محض دَ عام قوتِ جاذبه اؤ کشش نتیجه نهٔ شی کېدے۔ دا کشش خو ستوری دَ نمر طرف ته دیکه کوی۔ نو دې ستوریو ته دَ نمر نه چاپېره حرکت ورکؤلو ته پکار دی چې دَ یو الله لاس وی چې سره دَ قوتِ جاذبه دَ عام کشش ېٔ پهٔ خپل مدار باندې قائم ساتی اؤ پهٔ دغه ځائې مسلسل حرکت ورکوی۔ هېڅوک داسې یو طبعی طاقت نهٔ شی ښودلے چې هغې طاقت دا ټول ستوری پهٔ ازاده فضا (خلا) کښې پهٔ خپل ځائې تړلی ساتلی وی اؤ بیا دَ نمر نه چاپېره حرکت ورکوی ، پهٔ داسې طریقه چې همېشه هم پهٔ یو متعین مدار یو خاص طرف ته اؤ پهٔ خاص انداز حرکت کوی چې هېچرې پکښې څهٔ فرق نهٔ راځی۔ بیا دَ ستوریو دَ حرکاتو اؤ درجو پهٔ رفتار اؤ دَ ستوریو اؤ دَ نمر ترمینځه فاصله کښې چې کوم باریک تناسب اؤ توازن قائم ساتلے شوے دے، هېڅ یو طبعی سبب داسې نهٔ شی موندې چې هغه دَ دې باریک نظام سبب وګرځؤلے شی۔ خامخا بنده پهٔ دې اقرار مجبور شی چې دا ټول نظام دَ یو زبردست علیم و حکیم ذات پهٔ حکم چلیږی چې دَ دې اجرامِ فلکیه دَ موادو اؤ خواصو نه پوره پوره خبر دے۔ هغه پېژنی چې کومه ماده کښې پهٔ څومره مقدار قوتِ جاذبه پیدا کېدے شی، هم هغهٔ دَ خپل زبردست علم پهٔ بنا دَ نمر اؤ ستوریو ترمینځه دَ فاصلې اؤ حرکتونو مختلفې درجې مقررې کړی دی۔ چې دَ یو ستوری دَ بل سره ټکر رانهٔ شی اؤ دنیا تباه نهٔ شی۔ هر یوهٔ وړوکے اؤ غټه سیاره پهٔ وخت راخیژی اؤ ډوبیږی۔ کومه سیاره چې ډوبه شی اؤ دنیا دَ خپل فیض نه محرومه کړی نو دَ هېچا طاقت نشته چې یو منټ ېٔ دَ خپل وخت نه مخکښې واپس را وخیژوی ، یا ېٔ یو منټ دوبېدو کښې وروستو کړی۔ دا صرف دَ ربّ العالمین شان دے چې پهٔ هېڅ وخت کښې دَ هېڅ کار نه عاجز نهٔ دے۔ وَ الشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ؕ ذٰلِکَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ۝ وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاہُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ کَاالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ۝ لَا الشَّمْسُ یَنْۢبَغِیْ لَهَا اَنْ تُدْرِکَ الْقَمَرَ وَلَااللَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِؕ وَ کُلٌّ فِیْ فَلَکٍ یَّسْبَحُوْنَ۝ (سورة یٰسٓ ، رکوع ۳)
(اؤ نمر روان دے پهٔ خپله مقرره لار باندې دا مقرر کړی دی هغه زبردست باخبره ذات اؤ سپوږمۍ مقرر کړی دی مونږ هغې ته منزلونه تر دې چې بیا را واپس شی لکه دَ زړې وچې څانګې۔ نهٔ نمر دا کؤلے شی چې سپوږمۍ راونیسی اؤ نهٔ شپه دَ ورځې نه مخکښې کېدے شی اؤ هر یو پهٔ خپله دائره کښې لامبو وهی۔ (ګرځی)
دا دَ پورته دنیا حال دے نو دَ زمکې دَ دنیا اندازه دَ دې نه ولګویٔ۔ دغه تکوینی عجائبات اؤ دَ زمکې اؤ آسمان باریکیٔ وې چې دَ دې پهٔ لیدو ابراهیمؑ وفرمائیل لَا اُحِبُّ الْاٰفِلِیْنَ اؤ اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ (الآیة) کوم چې پهٔ وروستو آیتونو کښې راځی۔
فَلَمَّا جَنَّ عَلَیْهِ الَّیْلُ رَاٰ كَوْكَبًا١ۚ قَالَ هٰذَا رَبِّیْ١ۚ فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَاۤ اُحِبُّ الْاٰفِلِیْنَ۝۷۶
بیا کله چې تیارهٔ کړه پهٔ هغهٔ شپې نو ولیدو هغهٔ یو ستورے۔ وېٔ وې دا دے زما رب۔ بیا کله چې هغه پټ شو نو وېٔ وې زهٔ نهٔ خوښوم پټیدونکی۔ ف۹۵
ف۹۵: زهٔ ډوبېدونکے شے نهٔ خوښوم چې رب ترېنه جوړ کړم۔ یو مجبور قیدی چې دَ بل پهٔ حکم روان وی څوک دَ بادشاهیٔ پهٔ تخت کښېنؤل خوښوی؟ باقی دَ ابراهیمؑ دا وینا چې هٰذَا رَبِّیْ: دا دَ استفهام انکاری پهٔ لهجه کښې دے۔ دا زما رب دے؟ (یعنی دا زما رب نهٔ شی کېدے) یا دا دَ هغوی دَ خیال مطابق وینا ده یعنی ستاسو پهٔ خیال دا زما خدائې دے؟ لکه موسٰیؑ چې وئیلی وو:
وَانْظُرْ اِلٰی اِلٰهَکَ الَّذِیْ ظَلْتَ عَلَیْهِ عَاکِفًا ”یعنی چې ستا پهٔ خیال خدائې وهٔ اؤ تهٔ به ورته پهٔ سجده پروت وې اوس دې دَ هغه خدائې حال وګوره“ دَ دې نه علاوه دَ مفسرینو نور قولونه هم دی خو زما پهٔ نظر کښې دا دوه ښهٔ دی۔ والله اعلم۔
فَلَمَّا رَاَ الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هٰذَا رَبِّیْ١ۚ فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَىِٕنْ لَّمْ یَهْدِنِیْ رَبِّیْ لَاَكُوْنَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّآلِّیْنَ۝۷۷
بیا کله چې ېٔ پړقېدونکے سپوږمۍ ولیده نو وې وئیل دا دے زما رب۔ بیا کله چې هغه پټه شوه۔ نو وې وئیل ، کهٔ ما ته هدایت ونهٔ کړی خپل رب نو بې شکه زهٔ به شم پهٔ ګمراهو خلقو کښې۔ ف۹۶
ف۹۶: سپوږمۍ ډېره ښائسته ، روښانه اؤ پړقېدونکے ده کهٔ دَ الله فضل دَ چا نهٔ وی نو واقعی پهٔ دې ښائست ېٔ بنده میٔنیږی۔
فَلَمَّا رَاَ الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَكْبَرُ١ۚ فَلَمَّاۤ اَفَلَتْ قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ۝۷۸
بیا کله چې ېٔ پړقېدونکے نمر ولیدو نو وې وئیل دا دے زما رب دا خو دَ ټولو نه غټ دے۔ ف۹۷ بیا کله چې هغه پټ شو ، وې وئیل اے قومه زهٔ وېزاره یم دَ هغه څیزونو نه چې تاسو ېٔ (الله سره) ف۹۸ شریکویٔ۔
ف۹۷: یعنی نمر پهٔ ټولو سیارو کښې لوئے اؤ زیات فائده رسؤنکے دے۔ شاید چې دَ دې دنیا یو څیز هم دَ نمر دَ بې واسطې یا پهٔ واسطه تاثیر نه بچ نهٔ دے۔
ف۹۸: دا خو ټول دَ الله پاک مزدوران دی چې پهٔ مقرر وخت راخیژی اؤ ډوبیږی۔ یو منټ هم دَ وړاندې وروستو کېدو طاقت نهٔ لری نو داسې څیز چې دومره طاقت هم نهٔ لری ، دَ الله سره خدایئ کښې شریکؤل څومره غټ جهالت اؤ قابلِ نفرت خبره ده۔
اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَۚ۝۷۹
ما خو خپل مخ وګرځؤلو هغه ذات طرف ته چې جوړ کړی ېٔ دی آسمانونه اؤ زمکه یو مخیزه اؤ نهٔ یم زهٔ شرک کؤنکے۔ ف۹۹
ف۹۹: یعنی ټولو خلقو نه یو طرف ته شوے یم۔ صرف دَ خپل خالق جلّ و علٰی پهٔ در کښې پروت یم دَ چا پهٔ قبضه اؤ اقتدار کښې چې ټول آسمانونه اؤ زمکې دی۔
وَ حَآجَّهٗ قَوْمُهٗ١ؕ قَالَ اَتُحَآجُّوْٓنِّیْ فِی اللّٰهِ وَ قَدْ هَدٰىنِ١ؕ وَ لَاۤ اَخَافُ مَا تُشْرِكُوْنَ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ رَبِّیْ شَیْـًٔا١ؕ وَسِعَ رَبِّیْ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا١ؕ اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ۝۸۰
اؤ جګړه وکړه هغهٔ سره قوم ، هغهٔ ورته ووې آیا تاسو ما سره جګړه کویٔ دَ الله پهٔ یو والی کښې اؤ زهٔ هغهٔ پوهه کړے یم ف۱۰۰ اؤ زهٔ نه ویرېږم دَ هغې نه چې تاسو ېٔ الله سره شریکویٔ ، مګر دا کهٔ زما رب څهٔ تکلیف راکؤل غواړی ، احاطه کړېده زما دَ رب علم پهٔ هر څیز آیا تاسو سوچ نهٔ کویٔ۔ ف۱۰۱
ف۱۰۰: یعنی څوک چې الله پاک پوهه کړے دے اؤ دَ زمکې اؤ آسمانونو رازونه ېٔ ورته ښودلی دی دَ هغهٔ نه تاسو دا طمع کویٔ چې ستاسو پهٔ جګړو اؤ بې فائدې بحثونو به خطا شی۔ دا هېچرې نهٔ شی کېدے۔
ف۱۰۱: دَ ابراهیمؑ قوم به وې چې تهٔ چې زمونږ دَ معبودانو بې عزتی کوې نو هغوی به درباندې عذاب راولی۔ لېونے به شې اؤ سخت پهٔ مصیبت به اخته شې۔ هغه دَ دې جواب ورکوی چې زهٔ ستاسو دَ خدایانو نه نهٔ ویرېږم۔ هغوی ما ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے۔ دَ هغوی هېڅ طاقت اؤ اختیار نشته۔ البته زما رب کهٔ ما ته څهٔ تکلیف راکؤل غواړی نو هغه ډېر ښهٔ پوهیږی چې کوم وخت کښې کوم کس پهٔ کوم حالت کښې ساتل مناسب دی۔
وَ كَیْفَ اَخَافُ مَاۤ اَشْرَكْتُمْ وَ لَا تَخَافُوْنَ اَنَّكُمْ اَشْرَكْتُمْ بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا١ؕ فَاَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ اَحَقُّ بِالْاَمْنِ١ۚ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَۘ۝۸۱
اؤ زهٔ څنګه ویرېږم ستاسو شریکانو نه ، اؤ تاسو نهٔ ویرېږیٔ دَ دې نه چې جوړویٔ شریک دَ الله سره۔ هغه څیزونه چې نهٔ دی راغلی تاسو ته پهٔ هغې څهٔ دلیل۔ ف۱۰۲ نو اوس پهٔ دې دواړو ډلو کښې کومه حقداره ده دَ اطمعنان۔ وواییٔ کهٔ تاسو کښې څهٔ عقل وی۔
ف۱۰۲: یعنی زهٔ ستاسو دَ خدایانو نه ولې ویرېږم ، نهٔ دَ هغوی پهٔ لاس کښې څهٔ نفع نقصان شته اؤ نهٔ توحید منل څهٔ جرم دے۔ البته تاسو الله پاک نه باغیان ییٔ اؤ الله پاک دَ نفعې اؤ نقصان مالک هم دے۔ نو تاسو پهٔ خپل انجام ویرېږیٔ۔
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ لَمْ یَلْبِسُوْۤا اِیْمَانَهُمْ بِظُلْمٍ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْاَمْنُ وَ هُمْ مُّهْتَدُوْنَ۠۝۸۲
کومو کسانو چې یقین وکړو اؤ ګډ ېٔ نهٔ کړو دَ خپل یقین سره څهٔ نقصان ، هم دَ هغوی دپاره دے اطمینان اؤ هم هغوی پهٔ سمه لار دی۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: دَ صحیح احادیثو نه معلومیږی چې دلته دَ ظلم تفسیر حضور اکرمﷺ پهٔ شرک کړے دے۔ لکه سورتِ لقمان کښې چې راځی۔ اِنَّ الشِّرْکَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ۔ ګویا کهٔ دلته ظُلْمٌ کښې تنوین دَ تعظیم دپاره دے نو خلاصه دا شوه چې پهٔ هدایت صرف هغه خلق دی چې داسې ایمان راؤړی چې دَ شرک هېڅ ګډون پکښې نهٔ وی۔ کهٔ الله باندې یقین کؤلو سره ېٔ شرک پرې نهٔ ښو نو دا ایمان شرعی نهٔ دے اؤ دې باندې هدایت اؤ نجات نهٔ شی حاصلېدے۔ چونکې ایمان اؤ شرک جمع کېدل پهٔ ظاهره سره لرې لرې ښکاری۔ ځکه مترجمؒ دَ اسانیٔ دپاره دَ ایمان ترجمه ”یقین“ اؤ دَ ظلم ترجمه ”نقصان“ کړے دے چې دَ عربیٔ لغت سره بالکل مطابق دے۔ اؤ دلته دَ نقصان مطلب هم شرک دے۔ لکه پهٔ بل آیت لَمْ تَظْلِمْ مِّنْهُ شَیْئًا کښې (چې دَ ظلم معنٰی نقصان دے) اؤ دلته دَ نقصان نه مطلب شرک دے۔ لکه څنګه چې دَ احادیثو نه معلومیږی اؤ څنګه چې دَ یَلْبِسُوْا لفظ ورباندې قرینه ده۔ دَ دې مفصّل بیان خپله مترجمؒ پهٔ مقدمه کښې کړے دے هلته ېٔ کتل پکار دی۔
وَ تِلْكَ حُجَّتُنَاۤ اٰتَیْنٰهَاۤ اِبْرٰهِیْمَ عَلٰی قَوْمِهٖ١ؕ نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ۝۸۳
اؤ دا زمونږ دلیل دے چې ورمو کړو ابراهیم ته دَ هغهٔ دَ قوم پهٔ مقابله کښې ، مونږ وچتوؤ درجې دَ چا چې وغواړو۔ ستا رب دَ حکمت خاوند دے پهٔ هر څهٔ خبردار، ف۱۰۴
ف۱۰۴: یعنی ابراهٔمؑ ته داسې مضبوط دلائل ورکوی ، اؤ پهٔ خپل قوم غالب کؤل اؤ پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې دومره وچته مرتبه اؤ عزت ورکؤل هم دَ هغې علیم و حکیم کار دے چې دَ هر چا دَ استعداد قابلیت ورته معلوم دے اؤ پهٔ خپل کامل حکمت هر کار پهٔ خپله مناسبه موقع باندې کؤلے شی۔
وَ وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ١ؕ كُلًّا هَدَیْنَا١ۚ وَ نُوْحًا هَدَیْنَا مِنْ قَبْلُ وَ مِنْ ذُرِّیَّتِهٖ دَاوٗدَ وَ سُلَیْمٰنَ وَ اَیُّوْبَ وَ یُوْسُفَ وَ مُوْسٰی وَ هٰرُوْنَ١ؕ وَ كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَۙ۝۸۴
اؤ ورکړو مونږ ابراهیم ته اسحاق اؤ یعقوب۔ ټولو ته مو هدایت ورکړو، ف۱۰۵ اؤ نوحؑ ته مو هدایت کړے وهٔ دَ دې ټولو نه مخکښې، ف۱۰۶ اؤ دَ هغهٔ پهٔ اولاد کښې داؤدؑ اؤ سلیمانؑ ته اؤ ایوبؑ اؤ یوسفؑ ته اؤ موسٰیؑ اؤ هارونؑ ته، ف۱۰۷ اؤ مونږ هم دغسې بدله ورکوؤ نیکو کارونو کؤنکیو ته۔
ف۱۰۵: یعنی یواځې دا نهٔ چې ابراهیمؑ ته مو ذاتی علم ، فضل اؤ لویه مرتبه ورکړه بلکې پهٔ آخری عمر کښې مو ورته دَ اسحاقؑ غوندې قابل ځوئے اؤ دَ یعقوبؑ غوندې قابل نمسے هم ورکړو۔ یعقوبؑ هغه اسرائیل دے چې دَ هغهٔ اولاد پهٔ بنی اسرائیل مشهور دے اؤ پهٔ زرګونو پېغمبران پکښې راغلی دی۔ بلکې څنګه چې قرآن شریف کښې بل ځائې ذکر دے۔
الله پاک همېشه دپاره پېغمبری دَ ابراهیمؑ پهٔ اولاد کښې مقرر کړے ده (حضور اکرمﷺ هم دَ ابراهیمؑ دَ بل ځوی حضرت اسمٰعیلؑ پهٔ اولاد کښې دے نو آخری پېغمبر هم دَ ابراهیمؑ پهٔ اولاد کښې راغلو اؤ هم دَ هغهٔ پهٔ اولاد پېغمبری ختمه شوه)
ف۱۰۶: اول دَ ابراهیمؑ دَ ځنې اولاد ذکر وشو۔ اوس دَ هغهٔ دَ ځنو مشرانو ذکر فرمائی ځکه چې نوحؑ دَ ابراهیمؑ پهٔ نیکونو کښې دے اؤ څنګه چې دَ ابراهیمؑ نه پس دَ نبوت اؤ کتاب انحصار صرف دَ هغهٔ پهٔ اولاد کښې شوے دے۔ دغه شان دَ نوحؑ نه پس دَ نوعِ انسانی انحصار دَ هغهٔ پهٔ اولاد کښې دے۔ دَ طوفان نه پس نوحؑ دَ دنیا دپاره آدمِ ثانی شو۔ وَ جَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبَاقِیْنَ۔ (اؤ هم دَ هغهٔ اولاد مو دنیا کښې باقی پرېښو)
ف۱۰۷: دَ ظاهری شان شوکت پهٔ اعتبار سره داؤدؑ اؤ سلیمانؑ یو شان وو اؤ پهٔ سختو اؤ مصیبتونو باندې صبر کؤلو کښې یوسفؑ اؤ ایوبؑ کښې خاص مشابهت دے۔ دَ موسٰیؑ اؤ هارونؑ مشابهت خو څرګند دے۔ خپله موسٰیؑ هغه دَ الله پاک نه دَ وزیر پهٔ حیثیت غوښتې وهٔ۔
مترجمؒ پهٔ هر دوؤ نومونو پسې دَ (کو ۔ ته) لفظ راؤړو مطلب شاید چې دې باریک تعلق ته باریکه اشاره ده۔
وَ زَكَرِیَّا وَ یَحْیٰی وَ عِیْسٰی وَ اِلْیَاسَ١ؕ كُلٌّ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَۙ۝۸۵
اؤ زکریاؑ اؤ یحیٰیؑ اؤ عیسٰیؑ اؤ الیاسؑ ته دا ټول نیک بختان دی۔
وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ الْیَسَعَ وَ یُوْنُسَ وَ لُوْطًا١ؕ وَ كُلًّا فَضَّلْنَا عَلَی الْعٰلَمِیْنَۙ۝۸۶
اؤ اسماعیلؑ اؤ یسعؑ اؤ یونسؑ اؤ لوطؑ ته ، اؤ دې ټولو ته مونږ لوییٔ ورکړے ده دَ ټول جهان پهٔ خلقو، ف۱۰۸
ف۱۰۸: یعنی دَ خپلې زمانې پهٔ ټول مخلوق۔
وَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَ ذُرِّیّٰتِهِمْ وَ اِخْوَانِهِمْ١ۚ وَ اجْتَبَیْنٰهُمْ وَ هَدَیْنٰهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۸۷
اؤ هدایت مو وکړو پهٔ دوی کښې دَ ځنو پلار نیکهٔ ته اؤ دَ ځنو اولاد ته اؤ دَ ځنو وروڼو ته ، اؤ غوره مو کړل دوی اؤ هدایت مو ورته وکړو دَ سمې لارې۔
ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ١ؕ وَ لَوْ اَشْرَكُوْا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۸۸
دا دَ الله هدایت دے ، چلوی پهٔ دې څوک چې ېٔ خوښ وی پهٔ خپلو بندیانو کښې، ف۱۰۹ اؤ کهٔ دې خلقو شرک کړے وې نو البته برباد شوی به وو دَ دوی کړی کارونه۔ ف۱۱۰
ف۱۰۹: یعنی دَ خالص توحید ، معرفت اؤ اطاعت لار هم هغه ده پهٔ کومه چې الله تعالیٰ خپل مقبول اؤ نیک بندګان چلوی۔ بیا دَ هغې پهٔ بدل کښې دَ استعداد مطابق دَ هغوی درجې پورته کوی۔
ف۱۱۰: دا خبره مونږ ته اورؤلے شی چې شرک داسې څیز دے چې دَ بنیادم ټول اعمال ورباندې تباه کیږی۔ دَ نور چا خو به څهٔ وائې ، انبیاءؑ چې دَ الله پاک دوستان دی، بفرضِ محال کهٔ دَ هغوی نه هم چرته داسې حرکت وشو نو هر څهٔ به ېٔ تباه شی۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحُكْمَ وَ النُّبُوَّةَ١ۚ فَاِنْ یَّكْفُرْ بِهَا هٰۤؤُلَآءِ فَقَدْ وَ كَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّیْسُوْا بِهَا بِكٰفِرِیْنَ۝۸۹
هم دغه کسان وو چا ته چې ورکړو مونږ کتاب اؤ شریعت اؤ نبوت ، بیا کهٔ دا خبرې نهٔ منی دا دَ مکې خلق نو مونږ دَ دې خبرو دپاره مقرر کړی دی داسې خلق چې هغوی دَ دې نه منکر نهٔ دی۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: کهٔ دَ مکې معظّمې خلق یا نور منکران دَ دې خبرو (کتاب ، شریعت ، نبوت) نه انکار کوی نو دَ الله دین څهٔ پهٔ دوی پورې ایسار نهٔ دے۔ الله تعالیٰ یو بل قوم یعنی مهاجرین اؤ انصار اؤ دَ هغوی ملګری دَ دې خبرو دَ منلو اؤ حفاظت کؤلو اؤ خورؤلو دپاره مقرر کړی دی چې هغوی دَ الله تعالیٰ دَ یو حکم منلو نه هم انکار نهٔ کوی۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ فَبِهُدٰىهُمُ اقْتَدِهْ١ؕ قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا١ؕ اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْعٰلَمِیْنَ۠۝۹۰
دا هغه خلق دی چې هدایت کړے وهٔ ورته الله، نو تهٔ هم دَ دوی پهٔ طریقه روان شه، ف۱۱۲ ووایه ورته زهٔ نهٔ غواړم پهٔ دې ستاسو نه څهٔ مزدوری دا خو صرف نصیحت دے دَ دنیا مخلوق ته۔ ف۱۱۳
ف۱۱۲: ټول پېغمبرانؑ پهٔ عقائدو ، دینی اصولو اؤ غټو مقصدونو کښې متفق دی۔ بنیادی قانون دَ ټولو یو دے اؤ هر پېغمبر ته هم پهٔ دغه یوه لاره دَ چلېدو حکم دے۔ حضور اکرمﷺ ته هم پهٔ دغه طریقه دَ چلېدو حکم دے۔ پهٔ دې آیت کښې حضور اکرمﷺ ته پهٔ دې خبردارے دے چې ستا طریقه دَ مخکښینیو پېغمبرانو دَ طریقې نه څهٔ بدله نهٔ ده۔ باقی پاتې شو جزوی اختلاف نو هغه دَ هرې زمانې اؤ هر قوم دَ قابلیت مطابق مخکښې هم راغلے وهٔ اؤ کهٔ اوس هم څهٔ جزوی احکام دَ نورو پېغمبرانو دَ احکامو نه بدل وی نو پهٔ دې څهٔ فرق نهٔ پرېوځی۔
فائده: عالمانو دَ دې آیت نه دا مسئله اخستې ده چې حضور اکرمﷺ پهٔ یوه معامله کښې دَ مخکښې شریعت ذکر وکړی نو دَ دې اُمت دپاره هم هغه حکم دے ، پهٔ دې شرط کهٔ شارعؑ دَ هغې نه څهٔ جزوی یا کلی اختلاف نهٔ وی کړے۔
ف۱۱۳: یعنی کهٔ تاسو نهٔ منیٔ نو پهٔ دې کښې زما څهٔ تاوان نشته۔ زهٔ خو پهٔ دې باندې تاسو نه څهٔ مزدوری نهٔ غواړم چې هغه به رانه پاتې شی۔ زما اجر خو دَ الله تعالیٰ سره مقرر دے۔ البته تاسو پهٔ انکار کؤلو خپل نقصان کویٔ۔ دنیا لویه ده، کهٔ یو قوم ونهٔ منی نو بل قوم به ېٔ ومنی۔ البته انکار کؤنکی به وروستو بیا پهٔ خپله بدقسمتیٔ ژاړی۔
وَ مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖۤ اِذْ قَالُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی بَشَرٍ مِّنْ شَیْءٍ١ؕ قُلْ مَنْ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ الَّذِیْ جَآءَ بِهٖ مُوْسٰی نُوْرًا وَّ هُدًی لِّلنَّاسِ تَجْعَلُوْنَهٗ قَرَاطِیْسَ تُبْدُوْنَهَا وَ تُخْفُوْنَ كَثِیْرًا١ۚ وَ عُلِّمْتُمْ مَّا لَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنْتُمْ وَ لَاۤ اٰبَآؤُكُمْ١ؕ قُلِ اللّٰهُ١ۙ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِیْ خَوْضِهِمْ یَلْعَبُوْنَ۝۹۱
اؤ ونهٔ پېژندو دوی الله څنګه چې حق وهٔ دَ پېژندو۔ کله چې دوی ووېٔ نهٔ دے نازل کړے الله پهٔ یو بنیادم هم څهٔ څیز۔ ف۱۱۴ تهٔ ترې تپوس وکړه نو چا راستؤلے وهٔ هغه کتاب کوم چې موسٰی راؤړے وهٔ چې رڼا وه اؤ هدایت وهٔ دَ خلقو دپاره، کوم چې تاسو ټوټه ټوټه خلقو ته وښودلو اؤ ډېرې خبرې مو ترېنه پټې کړې۔ اؤ تاسو ته وښودلے شوې هغه خبرې چې نهٔ تاسو ته معلومې وې نهٔ ستاسو پلار نیکهٔ ته، ف۱۱۵ ورته ووایه الله نازل کړے وهٔ ، بیا ېٔ پرېږده چې خپلو ګډو وډو کښې لګیا وی۔ ف۱۱۶
ف۱۱۴: پهٔ تېره رکوع کښې دَ نبوت دَ مرتبې اؤ دَ ډېرو نبیانو نوم پهٔ نوم ذکر وهٔ اؤ دا چې محمّدﷺ هم دَ توحید اؤ معرفت پهٔ هغه لاره روان دے پهٔ کومه چې دا نور نبیان روان وو۔ دَ خلقو دَ هدایت دپاره پېغمران راستؤل دَ الله پاک قدیم عادت دے۔ پهٔ دې آیتونو کښې دَ هغه جاهلانو منکرانو تردید شوے دے چا چې به دَ حضور اکرمﷺ سره دَ دښمنیٔ پهٔ وجه دَ حق تعالیٰ دَ دې صفت نه انکار کؤلو اؤ وې به ېٔ چې الله پاک پهٔ یو بنیادم هم وحې نهٔ ده راستؤلے اؤ نهٔ ېٔ ورسره خبرې کړی دی۔ ګویا هډو دَ سره ېٔ دَ نبیانو اؤ کتابونو راستؤلو دَ سلسلې نه انکار کؤلو۔
ف۱۱۵: یعنی کهٔ رښتیا الله پاک پهٔ یو بنیادم هم وحې نهٔ وې استؤلے نو دَ توراتِ پاک غوندې عظیم کتاب چې دَ شریعت دَ احکامو اؤ دَ رُشد و هدایت دَ رڼا نه ډک وهٔ اؤ تاسو ېٔ دَ هغې خبرو نه خبرولیٔ چې تاسو اؤ ستاسو پلار نیکهٔ بلکې ټول بنیادم ترېنه بغېر دَ الله پاک دَ ښیٔلو نه دَ خپل عقل پهٔ طاقت نهٔ شو خبرېدے۔ نو دا پاک کتاب دَ کوم ځائې نه راغلو اؤ چا پهٔ موسٰیؑ نازل کړو چې اوس ېٔ تاسو خلقو ته ټوکړې ټوکړې دَ خپل خواهش مطابق اورویٔ ، اؤ ډېرې خبرې کومې چې ستاسو دَ خواهش مطابق نهٔ وې هغه مو دَ خلقو نه پټې کړې اؤ پهٔ دې طریقه مو دَ هغه کتاب هغه اصل رڼا ورکه کړه بیا هم کومه حصه چې دَ هغې پاتې وه نو دَ هغې نه اوس هم دا معلومیږی (چې دَ کوم محل دا کنډرې پاتې دی هغه محل به واقعی پهٔ خپل وخت) ډېر عظیم الشان وهٔ۔
ف۱۱۶: یعنی داسې رڼا اؤ داسې هدایت دَ الله پاک دَ خزانې نه سوا دَ بل کوم ځائې نه راتلے شی۔ کهٔ دوی پهٔ دومره غټه اؤ څرګنده خبره هم نهٔ پوهیږی نو تهٔ خپل دَ تبلیغ فرض پوره کړه۔ اصلی خبره ورته ورسوه نو بیا ېٔ پرېږده چې خپلو ګډو وډو کښې لګیا وی۔ پهٔ خپل وخت به ېٔ الله پاک خپله پوهه کړی۔
وَ هٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَ لِتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَ مَنْ حَوْلَهَا١ؕ وَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ۝۹۲
اؤ دا قرآن داسې کتاب دے چې نازل کړې شو برکتی ، تصدیق کؤنکے دَ هغه کتابونو چې دَ دې نه مخکښې دی ف۱۱۷ اؤ دَ دې دپاره چې تهٔ ویروې دَ مکې وسېدونکی اؤ دَ خواؤشا خلق۔ ف۱۱۸ اؤ دَ چا چې یقین دے پهٔ اخرت هغوی پهٔ دې ایمان راؤړی ، اؤ دوی دَ خپلو نمونځونو خیال ساتی۔ ف۱۱۹
ف۱۱۷: یعنی کهٔ الله پاک پهٔ بندګانو وحې نهٔ راستوی نو دا مبارک کتاب قرآن چې دَ زړو اسمانی کتابونو تصدیق کوی ، دا چا نازل کړے دے؟ کهٔ دا اسمانی کتاب نهٔ وی نو تاسو وواییٔ چې دا چا تصنیف کړے دے ، چې دَ دې دَ یو وړوکی سورت پهٔ شان جوړؤلو باندې ټول جِن اؤ انس قادر نهٔ دی۔ آیا تاسو داسې نایاب کتاب دَ یو اُمّی تصنیف منلو ته تیار ییٔ؟
ف۱۱۸: امُّ القُرٰی : دَ ټولو کلیو مور یعنی اصل اؤ جرړه (مکّه معظّمه) دَ ټولو عربو دینی اؤ دنیاوی مرکز وهٔ اؤ دَ جغرافیی پهٔ لحاظ هم دَ ټولې قدیمې دنیا پهٔ منځ کښې ده اؤ نوې دنیا (امریکه) دَ هغې دَ لاندې ده۔ دَ احادیثو دَ روایتونو مطابق کله چې دَ اوبو نه زمکه جوړېده نو دَ ټولو نه اول دا ځائې څرګند شوے وهٔ۔ پهٔ دې وجه مکّې معظّمې ته امُّ القرای وئیلے شوے ده اؤ دَ چار چاپېره خلقو نه مطلب یا خو عرب دی ځکه چې دَ قرآن اول مخاطبین عرب وو دَ هغوی پهٔ ذریعه بیا نورې دنیا ته خطاب شوے دے۔ اؤ یا ترېنه مراد باقی دنیا ده لکه چې فرمائیلی شوی دی لِیَکُوۡنَ لِلۡعَلَمِیۡنَ نَذِیۡرَا ۔
ف۱۱۹: څوک چې دَ آخرت پهٔ ژوند یقین لری اؤ پس دَ مرګه دَ ژوند خیال ساتی نو هغهٔ ته دَ هدایت تلاش وی اؤ هم هغه دَ الله پېغام قبلؤلے اؤ دَ عباداتو خیال ساتلے شی۔
وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ قَالَ اُوْحِیَ اِلَیَّ وَ لَمْ یُوْحَ اِلَیْهِ شَیْءٌ وَّ مَنْ قَالَ سَاُنْزِلُ مِثْلَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ١ؕ وَ لَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ غَمَرٰتِ الْمَوْتِ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ بَاسِطُوْۤا اَیْدِیْهِمْ١ۚ اَخْرِجُوْۤا اَنْفُسَكُمْ١ؕ اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ غَیْرَ الْحَقِّ وَ كُنْتُمْ عَنْ اٰیٰتِهٖ تَسْتَكْبِرُوْنَ۝۹۳
اؤ دَ هغه کس نه زیات ظالم به څوک وی ، چې جوړوی پهٔ الله دروغ یا وائی چې پهٔ ما وحې راغلے ده ، اؤ پهٔ هغهٔ هېڅ وحې نهٔ وی راغلی ، اؤ څوک چې وائی زهٔ هم راستوم دغه شان څنګه چې الله راستؤلی دی۔ ف۱۲۰ اؤ کهٔ تا ولیدل کوم وخت چې دا ظالمان دَ مرګ پهٔ سختیو کښې ګېر وی ف۱۲۱ اؤ فرښتې لاسونه ور وږدوی ، چې راوباسیٔ خپل روحونه، ف۱۲۲ نن به پهٔ بدله کښې درکؤلے شی تاسو ته دَ ذلت عذاب ف۱۲۳ پهٔ دې سبب چې تاسو جوړؤلے پهٔ الله دروغ خبرې اؤ دَ هغهٔ دَ آیتونو نه مو کبر کؤلو ف۱۲۴
ف۱۲۰: پهٔ الله پاک دَ دروغو جوړؤلو مطلب دا دے چې الله پاک ته دَ داسې خبرو نسبت وکړی کومې چې دَ هغهٔ دَ شان سره لائقې نهٔ دی لکه دَ هغهٔ سره پهٔ خداییٔ کښې څوک شریکؤل ، یا دَ هغهٔ ښځه اؤ ځامن ، لوڼه منل یا دا وئیل چې مَآ اُنْزِلَ اللہُ عَلٰی بَشَرٍ مِّنْ شَیْءٍ یعنی دا وئیل چې الله پاک دَ بنیادمو دَ هدایت څهٔ انتظام نهٔ دے کړے۔ داسې بنده ډېر سخت ظالم دے۔ یا داسې سړے چې پهٔ دروغه دَ پېغمبریٔ دعویٰ وکړی یا دا ووائی چې زهٔ هم دغسې کلام جوړؤلے شم۔ لکه ځنو مشرکانو به وې۔ لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هٰذَا۔ دا ټولې خبرې ډېرې ناکاره اؤ انتهائی ظلم دے۔ دَ دې دَ سزا لږ حال وروستو بیانیږی۔
ف۱۲۱: یعنی دَ مرګ پهٔ ظاهری اؤ روحانی سختیو کښې چې راګېر شی۔
ف۱۲۲: یعنی دَ ساه قبض کؤلو اؤ سزا ورکؤلو دپاره به لاس ور ووږد کړی اؤ پهٔ قهر به ورته وائی۔ اوس راوباسیٔ هغه روحونه چې ډېر مو پټ پټ کؤل۔
ف۱۲۳: یعنی دَ سخت تکلیف سره به ذلت اؤ رسوائی هم وی۔
ف۱۲۴: یعنی دَ کبر پهٔ وجه ېٔ دَ الله نښانې دروغ وګڼلې اؤ ایمان ېٔ رانهٔ وړو۔
وَ لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا فُرَادٰی كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّ تَرَكْتُمْ مَّا خَوَّلْنٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُوْرِكُ وَ مَا نَرٰی مَعَكُمْ شُفَعَآءَكُمُ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ اَنَّهُمْ فِیْكُمْ شُرَكٰٓؤُا١ؕ لَقَدْ تَّقَطَّعَ بَیْنَكُمْ وَ ضَلَّ عَنْكُمْ مَّا كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ۠۝۹۴
اؤ البته تاسو راغلیٔ مونږ ته یو یو، څنګه چې مونږ پیدا کړی ویٔ وړومبی ځل اؤ پرېښود تاسو هغه سامان چې مونږ درکړے وهٔ شاته وروستو، ف۱۲۵ اؤ مونږ نهٔ وینو ستاسو هغه سفارشیان چې تاسو به دعویٰ کؤله چې دَ دوی تاسو سره ملګرتیا ده۔ البته پرې کړې شو ستاسو تعلق اؤ لاړې هغه دعوې چې تاسو کؤلے، ف۱۲۶
ف۱۲۵: یعنی نهٔ پهٔ سر ټوپۍ ، نهٔ ښپو کښې پېزار شته ، دغسې تش تور را روان ییٔ۔ دَ دنیا پهٔ کومو څیزونو چې مو فخر اؤ کبر کؤلو هغه سامان مو چرته پرېښو چې ځان سره مو رانهٔ وړو۔
ف۱۲۶: یعنی چې تاسو دعویٰ کؤله چې دا به مو سخته کښې پکار راځی اؤ امداد به راکوی نو هغوی چرته لاړل۔ نن خو چرته نهٔ ښکاری چې ستاسو سفارش وکړی۔ بس دے ستاسو تعلقات ختم شو ، دغه ستاسو دَ هغه ټول عمر تعلق نتیجه وه چې یوه ورځ کښې ختم شو۔
اِنَّ اللّٰهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَ النَّوٰی١ؕ یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَ مُخْرِجُ الْمَیِّتِ مِنَ الْحَیِّ١ؕ ذٰلِكُمُ اللّٰهُ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ۝۹۵
بېشکه الله دے چې چوی دانه اؤ اډوکے (زړے) اؤ راؤباسی دَ ژوندی نه مړے اؤ راوستونکے دے دَ مړی نه ژوندے۔ دا دے الله بیا تاسو چرته بې سره ګرځیٔ؟ ف۱۲۷
ف۱۲۷: یعنی پهٔ خاوره کښې پټېدو نه پس دَ تخم دانه یا اډوکے چؤل اؤ دَ هغې نه شین بوټے راټوکؤل ، اؤ دَ بې ساه څیز (مثلًا نطفې نه بنیادم جوړؤل اؤ پهٔ بنیادم کښې نطفه پیدا کؤل) دا ټول دَ هغه علیم و حکیم ذات کار دے۔ نو بیا تاسو هغه الله ولې پرېږدیٔ ، بل خوا ځیٔ۔ آیا بل داسې څوک شته چې داسې کارونه ستاسو دپاره وکړې شی؟
فَالِقُ الْاِصْبَاحِ١ۚ وَ جَعَلَ الَّیْلَ سَكَنًا وَّ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ حُسْبَانًا١ؕ ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ۝۹۶
هغه راوستونکے دے دَ سحر دَ رڼا، ف۱۲۸ اؤ هغهٔ شپه پیدا کړه دَ آرام دپاره اؤ نمر اؤ سپوږمۍ دَ حساب دپاره۔ دا اندازه مقرر کړے ده زبردست خبردار۔ ف۱۲۹
ف۱۲۸: یعنی دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې چې دَ سبا لیکه راښکاره کیږی دَ دې را پیدا کؤنکے هم هغه یو الله دے۔
ف۱۲۹: دَ شپې ورځې اؤ دَ نمر سپوږمۍ دَ ګردش دپاره ېٔ داسې حکیمانه نظام مقرر کړے دے چې یو ذره کمے بېشے پکښې نهٔ راځی۔
وَ هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ النُّجُوْمَ لِتَهْتَدُوْا بِهَا فِیْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ١ؕ قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ۝۹۷
اؤ هم هغهٔ جوړ کړی دی ستاسو دپاره ستوری چې دَ دې پهٔ برکت دَ ځنګل اؤ دریاب پهٔ تیرو کښې لار معلومه کړیٔ۔ ف۱۳۰ اؤ مونږ صفا صفا بیان کړې علامې هغه خلقو ته چې پوهیږی۔
ف۱۳۰: یعنی بلا واسطه دَ دغه ستوریو پهٔ ذریعه لار معلومویٔ یا بالواسطه مثلًا دَ قطب نُما پهٔ ذریعه۔
وَ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَّ مُسْتَوْدَعٌ١ؕ قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّفْقَهُوْنَ۝۹۸
اؤ هم هغه دے چې تاسو ټول ېٔ پیدا کړی ییٔ دَ یو کس نه، ف۱۳۱ بیا یو خو ستاسو پخه دېره ده اؤ یو دَ امانت کښېښودو ځائې دے، ف۱۳۲ اؤ مونږ صفا صفا بیان کړې علامې هغه خلقو ته څوک چې فکر کوی۔
ف۱۳۱: یعنی دَ حضرت آدمؑ نه۔
ف۱۳۲: ”مُستقر“ دَ دېره کېدو ځائې اؤ ”مستودع“ دَ امانت کښېښودو ، سپارلو ځائې۔ دا خو دَ دې الفاظو لغوی معنٰی ده۔ بیا دَ دې پهٔ مطلب کښې دَ مفسرینو اختلاف دے خو حضرت شاه عبد القادر صاحب چې موضح القرآن کښې کوم مطلب لیکلے دے هغه زمونږ خوښ دے هغه فرمائی چې بنیادم اول دَ نطفې پهٔ شکل کښې دَ مور خېټې ته وسپارلے شی چې ورو ورو دنیا راتلو ته تیار شی۔ بیا راشی پهٔ دنیا کښې څهٔ وخت دپاره دېره شی۔ بیا قبر ته وسپارلے شی۔ ورو ورو پکښې دَ آخرت اثر پیدا شی۔ بیا به ځی جنّت یا دوزخ کښې به همېشه دپاره دېره کیږی۔ (یعنی ”مستقر“ آخرت دے، دَ همېشه وسېدو ځائې اؤ ”مستودع“ دَ دنیا مختلف حالات دی)
وَ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً١ۚ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ نَبَاتَ كُلِّ شَیْءٍ فَاَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا١ۚ وَ مِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِیَةٌ وَّ جَنّٰتٍ مِّنْ اَعْنَابٍ وَّ الزَّیْتُوْنَ وَ الرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَّ غَیْرَ مُتَشَابِهٍ١ؕ اُنْظُرُوْۤا اِلٰی ثَمَرِهٖۤ اِذَاۤ اَثْمَرَ وَ یَنْعِهٖ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكُمْ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۝۹۹
اؤ هم الله نازل کړې دَ آسمان نه اوبهٔ ، بیا راوټوکوؤ مونږ پهٔ هغې هر راټوکېدونکے څیز ، ف۱۳۳ بیا مو وټوکوؤ پهٔ هغې شنهٔ پټی چې راوباسو مونږ دَ هغې نه دانې پهٔ یو بل سورې ، اؤ دَ کجورو دَ ګنګوچی نه دَ دانو ځومبقې اویزاندې ف۱۳۴ اؤ باغونه دَ انګورو اؤ ښونهٔ اؤ انار یو بل سره مشابه اؤ جُدا جُدا هم۔ ف۱۳۵ وګوریٔ دَ هرې ونې مېوې ته کله چې بار وکړی اؤ دَ هغې پخېدو ته، ف۱۳۶ بېشکه پهٔ دې څیزونو کښې نخښې دی دَ ایماندارو دپاره۔ ف۱۳۷
ف۱۳۳: یعنی دَ آسمان نه مو باران وکړو چې دَ شینکی دَ ټوکېدو سبب دے۔
ف۱۳۴: یعنی دَ دروندوالی پهٔ وجه راټیټې شوے دی۔
ف۱۳۵: یعنی دَ شکل ، رنګ ، خوند پهٔ لحاظ ځنې مېوې دَ یو بل سره مشابه وی اؤ ځنې جُدا۔
ف۱۳۶: یعنی اول کښې مېوه چې کچه وی نو بد خونده وی اؤ دَ خوراک قابله نهٔ وی بیا وګوریٔ هم دغه مېوه دَ پخېدو نه پس څنګه مزېداره اؤ فائده منه شی۔ دا ټولې دَ الله تعالیٰ دَ کامل قدرت نمونې دی۔
ف۱۳۷: پهٔ دې رکوع کښې چې دَ الله تعالیٰ کوم کارونه اؤ صفتونه بیان شوی دی دَ هغې نه دَ الله پاک پهٔ وجود ، توحید اؤ کامل قدرت خو دلیل څرګند دے خو کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ وحې اؤ نبوت پهٔ مسئله هم کافی رڼا غورځیږی۔ ځکه چې کوم رحیم و کریم ذات چې زمونږ دَ دنیا دَ څو ورځو ژوند دَ آرام اؤ فائدې دپاره دومره انتظام کړے دے اؤ پهٔ زمکه اؤ اسمانونو کښې ېٔ زمونږ دَ فائدې دپاره دومره اسباب پیدا کړی دی نو دا خیال څومره غلط دے چې هغه ذات به زمونږ دَ دائمی اؤ اخروی ژوند دَ لار ښیٔلو اؤ هغه ځائې کښې آرام اؤ راحت حاصلؤلو دپاره هېڅ انتظام نهٔ وی کړے۔ ربُّ العالمین چې څنګه زمونږ دَ بدن دَ خوراک دپاره دَ اسمان نه باران وروی اؤ دَ هغې پهٔ برکت غلې اؤ مېوې پیدا کوی۔ دغه شان ېٔ زمونږ دَ روح دَ خوراک دپاره هم دَ نبوت دَ وریځو نه دَ رحمت باران ورؤلے دے ، اؤ هر کله چې ېٔ دَ ځنګل اؤ سمندر پهٔ تیرو کښې دَ ظاهری لارې ښیٔلو دپاره راته ستوری پیدا کړی دی نو دا څنګه کېدے شی چې دَ روحانی رهنمایئ دپاره ېٔ دَ روحانیت پهٔ آسمان کښې یو ستورے هم نهٔ وی پیدا کړے۔ دَ شپې دَ تیارهٔ نه پس ېٔ دَ سحر رڼا پیدا کړه چې خلقو ته دا موقع پهٔ لاس ورشی چې دَ نمر اؤ سپوږمۍ پهٔ رڼا کښې یو مقرر حساب سره پهٔ خپل دنیاوی کاروبار کښې فائده پورته کړی۔ نو دا څنګه وئیلے شی چې دَ کفر اؤ شرک اؤ ظلم ، زیاتیٔ پهٔ تیارهٔ کښې به هېچرې دَ سبا رڼا نهٔ ښکاره کیږی اؤ دَ الله مخلوق به همېشه هم دغسې پهٔ دې تیرو کښې پراتهٔ وی۔ الله پاک چې دَ کجورو دَ هډوکی اؤ دَ غنم دَ دانې نه شین بوټے پیدا کوی نو بیا دَ بنیادم پهٔ زړهٔ کښې چې دَ الله پاک دَ معرفت کوم تخم فطرتًا پروت دے هغه به ولے داسې بربادیږی چې نهٔ به سر راپورته کوی اؤ نهٔ به پهٔ دنیا کښې خوریږی اؤ نهٔ به ترېنه چا ته څهٔ فائده رسی۔ هر کله چې جسمانی حیثیت سره دا سلسله جاری ده چې دَ مړی نه ژوندے اؤ ژوندی نه مړے پیدا کیږی نو پهٔ روحانی نظام کښې دَ دې سلسلې نه ولے انکار کیږی۔ بېشکه پهٔ روحانی نظام کښې هم ډېر ځلې دَ یو ژوندی قوم نه مړهٔ اؤ دَ مړ قوم نه ژوندی افراد پیدا کیږی اؤ څنګه چې خداوند کریم زمونږ دَ دنیوی ژوند دَ بهتریٔ اؤ ترقیٔ اسباب پیدا کړی دی، دغسې ېٔ زمونږ دَ آخرت اؤ دائمی ژوند دَ بهتریٔ سامان دَ دې نه پهٔ بهتره طریقه کړے دے۔ اؤ څنګه چې مونږ دَ هغې کارونو پهٔ ذریعه کوم چې الله تعالیٰ پهٔ خپل کامل قدرت سره کوی چې بل څوک ېٔ داسې نهٔ شی کؤلے، دَ الله تعالیٰ دَ وجود اؤ دَ هغهٔ دَ توحید معرفت حاصلؤلے شو۔ دغه شان دَ هغهٔ کلام هم پهٔ دې میزان تللې شو۔ باری تعالیٰ کلام هغه کېدے شی چې ټول مخلوق پهٔ جمع دَ هغې پهٔ شان کلام نهٔ شی جوړؤلے نو بیا دَ مشرکانو دَ دې دعوې چې مونږ وغواړو نو دغسې کلام جوړؤلے شو۔ هم پهٔ ښهٔ طریقه تردید وشو۔
ګویا دې رکوع کښې دَ الله تعالیٰ صفات اؤ افعال دې دپاره بیان شو چې مخکښې رکوع کښې چې دَ مشرکانو کومې غلطې عقیدې بیان شوے وې دَ هغې حقیقت څرګند شی۔
وَ جَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ الْجِنَّ وَ خَلَقَهُمْ وَ خَرَقُوْا لَهٗ بَنِیْنَ وَ بَنٰتٍۭ بِغَیْرِ عِلْمٍ١ؕ سُبْحٰنَهٗ وَ تَعٰلٰی عَمَّا یَصِفُوْنَ۠۝۱۰۰
اؤ جوړوی دوی دَ الله سره شریک پېریان اؤ حال دا دے چې دا پېریان الله پیدا کړی دی۔ ف۱۳۸ اؤ دوی جوړوی الله له ځامن اؤ لوڼه دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه ف۱۳۹ هغه پاک دے اؤ ډېر وچت دے دَ هغه خبرو نه چې دوی ېٔ وائی۔ ف۱۴۰
ف۱۳۸: یا خو دَ (۱)پېریانو نه مطلب دلته شیطانان دی۔ ځکه چې دَ کفر و شرک کارونه دَ شیطان پهٔ خطا کؤلو کیږی۔ نو دَ شیطان پهٔ خطا کؤلو دَ غیر الله عبادت پهٔ اصل کښې دَ شیطان عبادت دے۔ ځکه ابراهیمؑ دَ بُت پرستیٔ پهٔ رد کښې فرمائی یٰآ اَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ (اے پلاره دَ شیطان عبادت مهٔ کوه)
بل ځائې الله تعالیٰ فرمائی: اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْکُمْ یَا بَنِیْٓ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُو الشَّیْطٰنَ (اے بنیادمو ولې ما تاسو نه وعده نهٔ ده اخستې چې دَ شیطان عبادت به نهٔ کویٔ)
دَ قیامت پهٔ ورځ به ملائک فرمائی: سُبْحٰنَکَ اَنْتَ وَلِیُّنَا مِنْ دُوْنِهِمْ بَلْ کَانُوْا یَعْبُدُوْنَ الْجِنَّ وَ اَکْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُوْنَ (پاک ئ تهٔ اے خدایه هم تهٔ زمونږ مددګار ېٔ دَ دوی پهٔ ځائې بلکې دوی خو دَ پېریانو (شیطان) عبادت کؤلو اؤ اکثرو ورباندې ایمان راؤړے وهٔ)
(۲) اؤ یا دَ جن نه مطلب دَ جنّاتو یو خاص قوم دے چې مشرکانو به دَ پېریانو دَ ځنو سردارانو نه امداد غوښتو۔ دَ اَنَّهٗ کَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْاِنْسِ یَعُوْذُوْنَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوْهُمْ رَهَقًا۔
(اؤ دا چې وو یو ټولې دَ بنیادمو چې امداد ېٔ غوښتو دَ پېریانو دَ یو ټولی نه نو هغوی ېٔ نور هم نافرمانه کړل)
بهرحال جنّات هم زمونږ پهٔ شان یو کمزورے مخلوق دے۔ بیا یو مخلوق دَ خالق سره پهٔ خدایئ کښې څنګه شریکېدے شی۔
ف۱۳۹: عیسایانو به حضرت عیسٰیؑ ته اؤ ځنو یهودیانو به عزیرؑ ته دَ الله ځوئے وې اؤ مشرکانو به فرښتې دَ الله لوڼه ګڼلے۔
ف۱۴۰: یعنی دَ دې خبرو نه پاک دے، دَ هغهٔ شان ډېر وچت دے۔ دَ هغهٔ متعلق دَ پلار کېدو یا ځوی کېدو تصوّر غلط دے۔
بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اَنّٰی یَكُوْنُ لَهٗ وَلَدٌ وَّ لَمْ تَكُنْ لَّهٗ صَاحِبَةٌ١ؕ وَ خَلَقَ كُلَّ شَیْءٍ١ۚ وَ هُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۱۰۱
پهٔ نوی ډول پیدا کؤنکے دے دَ آسمانونو اؤ زمکې۔ ف۱۴۱ دَ هغهٔ ځوئے څنګه پیدا کېدے شی چې دَ هغهٔ ښځه نشته۔ اؤ هم هغهٔ پیدا کړی دی ټول څیزونه اؤ هم هغه پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے، ف۱۴۲
ف۱۴۱: کوم الله چې یواځې ټول آسمانونه اؤ زمکه دَ مخکښې څهٔ نمونې یا څهٔ اوزار دَ امداد نه پهٔ داسې نوی اؤ څهٔ عجیبه طریقه پیدا کړل، هغهٔ ته نن دَ دې دنیا دَ انتظام چلؤلو دپاره بیا دَ شریکانو اؤ اولاد څهٔ ضرورت دے۔
ف۱۴۲: دَ تعجّب خبره ده چې هر کله تاسو یو مخلوق ته دَ الله اولاد واییٔ دَ دې اولاد مور به څوک وی اؤ دَ هغې تعلق به دَ الله سره څنګه وی۔ عیسایان سره دَ دې چې عیسٰیؑ ته دَ الله ځوئے وائی خو دا زړهٔ هغوی هم نهٔ شی کؤلے چې بی بی مریم ته دَ الله ښځه ووائی اؤ (نعوذ بالله) دَ الله ورسره دَ ښځې خاوند تعلقات ومنی۔ کهٔ داسې نهٔ وی نو بیا دَ بی بی مریم دَ خېټې نه پیدا ځوی ته دَ الله ځوئے څنګه وائی؟ دَ دنیا ټول واړهٔ دَ الله پهٔ حکم دَ خپلو میاندو دَ خېټې نه پیدا کیږی لېکن هغوی ته دَ الله اولاد هېڅوک نهٔ وائی۔ باقی دا خبره کهٔ یو بچې دَ عام عادت دَ طریقې نه خلاف یو خاص سبب باندې پیدا شی پهٔ دې څهٔ اثر نهٔ پرېوځی۔ عام اسباب هم الله پیدا کوی اؤ خاص اسباب اؤ معجزات هم دَ هغهٔ پهٔ حکم پیدا شوی دی۔ اؤ پهٔ دې هغه ښهٔ پوهیږی چې کوم وخت کښې کوم کار پهٔ کومه طریقه کؤل دَ حکمت اؤ مصلحت تقاضا ده۔
ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ١ۚ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ فَاعْبُدُوْهُ١ۚ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ۝۱۰۲
دغه الله ستاسو رب دے۔ نشته بل معبود بې دَ هغهٔ نه ، پیدا کؤنکے دَ هر څیز ، نو تاسو هم دَ هغهٔ عبادت کویٔ ، اؤ هغه دَ هر څهٔ کار ساز دے۔ ف۱۴۳
ف۱۴۳: نو خالص دَ الله پاک عبادت ځکه پکار دے چې دَ دې پورتنی اوصافو پهٔ وجه هم هغه دَ عبادت حقدار دے اؤ ځکه چې دَ ټول مخلوق کارساز یواځې هم هغه دے۔
لَا تُدْرِكُهُ الْاَبْصَارُ١٘ وَ هُوَ یُدْرِكُ الْاَبْصَارَ١ۚ وَ هُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ۝۱۰۳
نهٔ شی موندې هغه ، سترګې اؤ هغه وینی ، ټولې سترګې اؤ هغه لطیف اؤ خبردار دے۔ ف۱۴۴
ف۱۴۴: حضرت شاه صاحبؒ دَ دې مطلب دا بیان کړے دے چې پهٔ سترګو کښې خپله دا طاقت نشته چې الله پاک ولیدے شی۔ البته کهٔ الله پاک پهٔ خپله مهربانئ چا ته ځان ښیٔل غواړی نو پهٔ سترګو کښې داسې طاقت پیدا کړی لکه چې پهٔ آخرت کښې به مؤمنان دَ الله پاک دیدار کوی۔ دَ کتاب و سنّت پهٔ واضحو دلیلونو دا ثابته ده۔ یا لکه څنګه چې پهٔ ځنو روایاتو کښې راځی چې دَ معراج پهٔ شپه حضور اکرمﷺ دَ الله پاک دیدار کړے وهٔ۔ پهٔ نورو ځایونو کښې پهٔ رؤیت څهٔ یقینی دلیل نشته۔ نو ځکه دَ عامې قاعدې مطابق دَ نهٔ لیدو عقیده ساتل پکار دی۔ ځنو مخکښینیو مفسرینو دَ ادراک مطلب احاطه اخستې ده چې نظر دَ هغهٔ احاطه نهٔ شی کؤلے۔ پهٔ آخرت کښې هم رؤیت وی خو احاطه به نهٔ وی۔ دا دَ الله پاک شان دے چې هغهٔ دَ ټولو سترګو اؤ پهٔ سترګو لیدونکیو څیزونو احاطه کړے ده۔ پهٔ دې وخت کښې دَ لطیف تعلق دَ لَا تُدْرِکْهُ سره اؤ دَ خبیر تعلق دَ وَ هُوَ یُدْرِکْ سره دی۔
قَدْ جَآءَكُمْ بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ١ۚ فَمَنْ اَبْصَرَ فَلِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ عَمِیَ فَعَلَیْهَا١ؕ وَ مَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِحَفِیْظٍ۝۱۰۴
تاسو ته راغلې نخښې دَ خپل رب دَ طرف نه۔ نو چا چې سترګې وغړؤلې نو دَ خپلې فائدې دپاره اؤ څوک چې ړوند شو نو خپل تاوان ېٔ دے۔ اؤ زهٔ نهٔ یم پهٔ تاسو څوکیدار ف۱۴۵
ف۱۴۵: یعنی اګرچې مونږ الله پاک نهٔ شو لیدے لېکن دَ قدرت نښانې خو زمونږ مخکښې دی۔ څوک چې ورته پهٔ غور سره وګوری نو الله پاک به وپیژنی اؤ چا چې ترېنه سترګې پټې کړې نو هغهٔ خپل نقصان وکړو۔ دا زما کار نهٔ دے چې څوک پهٔ لیدو مجبور کړم۔
وَ كَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ وَ لِیَقُوْلُوْا دَرَسْتَ وَ لِنُبَیِّنَهٗ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ۝۱۰۵
اؤ دغه شان پهٔ قسم قسم مونږ بیانوؤ آیتونه اؤ چې دوی ووائی چې تا خو دَ چا نه لوستی دی اؤ صفا صفا بیان کړو مونږ هغه چا ته چې پوهیږی ف۱۵۶
ف۱۴۶: یعنی خپل آیتونه پهٔ نوی نوی اؤ عجیبه انداز کښې دې دپاره بیانوی چې تهٔ دا آیتونه خلقو ته ورسوے۔ اؤ خلق دَ خپل استعداد اؤ حالاتو پهٔ وجه دوه ډلې شی۔ ضدیان اؤ کم عقلان خو به دا وائی چې یو بې تعلیم سړے داسې عجیبه مضامین اؤ دَ معرفت اؤ حقیقت خبرې څنګه کؤلے شی؟ ضرور ېٔ پهٔ څهٔ وخت کښې دَ بل چا نه زده کوی اؤ بیا ېٔ مونږ ته بیانوی۔ لېکن هوښیار اؤ انصاف پسند به خپله حق وپیژنی اؤ دَ شیطان پهٔ جال کښې به نهٔ راځی۔
اِتَّبِعْ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ١ۚ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ وَ اَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ۝۱۰۶
تهٔ تابعداری کوه دَ هغې حکم چې تا ته کیږی دَ خپل رب له طرفه ، نشته معبود بې دَ هغهٔ ، اؤ مخ واړوه دَ مشرکانو نه ف۱۴۷
ف۱۴۷: تهٔ یو الله اسره کړه ، دَ هغهٔ پهٔ حکم چلېږه اؤ دَ مشرکانو دَ جهالت اؤ دښمنیٔ پرواه مهٔ کوه چې داسې څرګند دلائلو نه پس هم دوی حق نهٔ پیژنی۔
وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكُوْا١ؕ وَ مَا جَعَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا١ۚ وَ مَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ۝۱۰۷
اؤ کهٔ الله غوښتے نو دوی به شرک نهٔ وهٔ کړے، ف۱۴۸ اؤ مونږ تهٔ نهٔ ېٔ مقرر کړے پهٔ دوی څوکیدار، اؤ نهٔ تهٔ دَ دوی ذمه وار ېٔ۔ ف۱۴۹
ف۱۴۸: یعنی دَ الله پاک تکوینی مصلحت دا نهٔ غواړی چې ټول مخلوق پهٔ زبردستیٔ مؤمنان کړی۔ کهٔ هغهٔ داسې غوښتے نو دَ زمکې پهٔ مخ به یو کافر هم نهٔ وهٔ پاتې۔ لېکن الله پاک دَ وخت له سره دَ دنیا نظام داسې جوړ کړے دے چې څوک کوشش کوی نو هدایت قبلولے شی۔ لېکن پهٔ قبلؤلو ېٔ مجبوروی نه۔
ف۱۴۹: یعنی اے رسولهﷺ ستا فرض تبلیغ اؤ دَ الله دَ حکم تابعداری ده۔ تهٔ دَ دوی دَ عمل ذمه وار نهٔ ېٔ ، نهٔ به ستا نه دَ دې تپوس کیږی۔
وَ لَا تَسُبُّوا الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَسُبُّوا اللّٰهَ عَدْوًۢا بِغَیْرِ عِلْمٍ١ؕ كَذٰلِكَ زَیَّنَّا لِكُلِّ اُمَّةٍ عَمَلَهُمْ١۪ ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ مَّرْجِعُهُمْ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۰۸
اؤ تاسو بد مهٔ واییٔ هغه څیزونو ته چې دوی ېٔ عبادت کوی بې دَ الله نه بیا به دوی بد وائې الله ته اؤ بې ادبی به کوی دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه، ف۱۵۰ هم دغه شان مونږ ښائسته کړی دی دَ هرې ډلې نظر کښې عملونه دَ هغوی بیا دَ دوی ټولو رسېدل دی خپل رب ته نو هغه به ېٔ خبر کړی چې دوی څهٔ څهٔ کارونه کؤل۔ ف۱۵۱
ف۱۵۰: یعنی تهٔ چې تبلیغ وکړې نو ستا غاړه خلاصه شوه۔ اوس چې څوک ستا پهٔ خبره عمل نهٔ کوی اؤ هم هغه شان خپل کفر اؤ شرک کوی نو دَ دې ذمه وار خپله دی۔ پهٔ تا ېٔ څهٔ غم نشته۔ البته دا ضروری ده چې تهٔ دَ خپل طرف نه داسې کار مهٔ کوه چې هغوی پهٔ خپل کفر کښې نور هم سخت شی۔ (مثلًا دَ هغوی سره دَ بحث اؤ مناظرې پهٔ وخت کښې دَ هغوی معبودانو اؤ مشرکانو ته بد رد مهٔ وایه) دَ دې نتیجه به دا وی چې هغوی به دَ خپل جهالت اؤ ناپوهیٔ پهٔ وجه ستا حقیقی معبود اؤ قابلِ قدر مشرانو ته بد رد وائی نو پهٔ دې طریقه دَ دې بدو ردو سبب تهٔ وګرځې، دَ دې نه ځان ساتل ضروری دی۔ پهٔ معقوله طریقه دَ یو مذهب غلطیٔ بیانؤل اؤ دَ هغې دَ کمزوریو څرګندؤل جُدا کار دے اؤ دَ بل مذهب دَ مشرانو یا معبودانو متعلق دَ سپکاوی الفاظ وئیل اؤ دَ هغوی بې عزتی کؤل جُدا کار دے۔ داسې کار هېڅ وخت کښې کؤل جائز نهٔ دی۔
ف۱۵۱: یعنی دنیا چونکې دَ امتحان ځائې دے نو دَ دې نظام داسې کښېښودے شوے دے اؤ داسې اسباب ورته جوړ شوی دی چې هر قوم ته خپلې عقیدې اؤ خپل کارونه ښهٔ ښکاری۔ دا بنیادم داسې نهٔ دے جوړ شوے چې خامخا پهٔ حق منلو مجبور شی۔ پهٔ غلطه لاره دَ تلو ګنجائش پکښې پریٔښې شوے دے۔ البته کله چې دَ الله پهٔ دربار کښې حاضر شی نو ټول حقیقت به ورته څرګند شی۔ اؤ خبر به شی چې دا مونږ چې څهٔ کؤل دا څنګه وو۔
وَ اَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ لَّیُؤْمِنُنَّ بِهَا١ؕ قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ وَ مَا یُشْعِرُكُمْ١ۙ اَنَّهَاۤ اِذَا جَآءَتْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۱۰۹
اؤ دوی قسمونه خوری پهٔ الله سخت پهٔ تاکید سره۔ کهٔ راغله دوی ته څهٔ نخښه نو ضرور به ایمان راؤړی، ف۱۵۲ تهٔ ورته ووایه نخښې خو دَ الله سره دی، اؤ اے ایماندارو تاسو څهٔ خبر ییٔ کهٔ نخښه راشی نو دوی به خامخا ایمان راؤړی۔ ف۱۵۳
ف۱۵۲: یعنی بعضې خاصې معجزې لکه دا چې دَ صفا غونډۍ دَ سرو زرو شی وغېره چې مشرکانو ېٔ مطالبې کؤلے۔
ف۱۵۳: دَ ځنو مسلمانانو دا خیال شو چې ښهٔ به وی کهٔ دَ دوی دا ارمان هم پوره کړې شی۔ هغوی ته ووئیلی شو چې تاسو ته څهٔ پته ده چې دا ضدی قوم به دَ دې معجزې پهٔ لیدو ضرور ایمان راؤړی؟ کهٔ ایمان ېٔ رانهٔ وړو نو دَ الله تعالیٰ دَ عامې طریقې مطابق به ټول تباه و برباد شی۔
وَ نُقَلِّبُ اَفْـِٕدَتَهُمْ وَ اَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ یُؤْمِنُوْا بِهٖۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّ نَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ۠۝۱۱۰
اؤ مونږ به اپوټه کړو دَ دوی زړونه اؤ دَ دوی سترګې۔ څنګه چې ېٔ نهٔ وهٔ راؤړے ایمان پهٔ نخښو وړومبی ځل ، اؤ مونږ به دوی پرېږدو پهٔ خپله سرکشیٔ کښې چې ټکرې وهی۔ ف۱۵۴
ف۱۵۴: یعنی چې پهٔ کفر اؤ سرکشیٔ کښې غرق شی نو نتیجه به ېٔ دا شی چې مونږ به ېٔ زړهٔ اؤ سترګې اپوټه کړو بیا به ورته پهٔ حق پوهېدو توفیق نهٔ وی۔ (اؤ دغه شان پهٔ کفر کښې به مړهٔ شی)
موضح القرآن کښې لیکلی دی چې الله تعالیٰ دَ چا پهٔ قسمت کښې هدایت لیکلے وی نو دَ وخته ورته دَ حق پهٔ اورېدو دَ حق قبلؤلو توفیق ورکړی۔ چا چې دَ اول نه ضد وکړو اؤ دَ حق قبلؤلو نه ېٔ انکار وکړو هغهٔ ته کهٔ ډېرې معجزې څرګندې شی بیا هم ایمان نهٔ راؤړی څهٔ بهانه جوړوی۔