عقائد

دَ فرښتو او پيريانو باره کښې

الله تعالیٰ څهٔ مخلوقات دَ نور نه پېدا کړی دی او هغه ئې زمونږ دَ نظر نه پټ کړی دی هغوی ته فرښتې وائی۔ ډېر کارونه هغوی ته حواله دی، هغوی پهٔ هغې کښې لګیا دی۔ پهٔ هغوی کښی څلور فرښتې ډیرې مشهورې دی۔ حضرت جبرائل علیه السلام، حضرت میکائېل علیه السلام، حضرت اسرافیل علیه السلام اؤ حضرت عزرائېل علیه السلام۔الله تعالیٰ څهٔ مخلوق دَ اور نه پېدا کړے دے هغه هم مونږ ته نهٔ ښکاری هغوي ته پیریان وائی۔ پهٔ هغوي کښې نیک او بد هر قسمه وی دَ هغوی اولاد هم وی، پهٔ هغوي ټولو کښې زیات مشهور شرارتی ابلیس یعنی شیطان دے۔