عقائد

دَ اسماني کتابونو باره کښې

الله تعالیٰ ډیرکتابونه لوېٔ واړهٔ دَ اسمان نه دَ جبرائیل علیه السلام پهٔ ذریعه پهٔ ډیرو پېغمبرانو باندې نازل کړی دی۔ چې هغوی خپلو خپلو اُمتونو ته دَ دین خبرې واؤرَوی۔ پهٔ هغې کښې څلور کتابونه ډیر مشهور دی۔ تورات حضرت موسیٰ علیه السلام ته ملاؤ شوې دے،زبور حضرت داؤ‎دعلیه السلام ته، انجیل حضرت عیسیٰ علیه السلام ته اؤ قران مجید زمونږه پېغمبرحضرت محمد ﷺ ته ملاؤ شوے دے۔او قران مجید اخری کتاب دے۔اوس به هېڅ یو کتاب دَ اسمان نه نهٔ راځی تر قیامته پورې به دَ قران حکم چلیږی۔ نورو کتابونو کښې ګمراهانو خلقو ډیر بدلون راوستي دې۔ خو دَقران مجید دَ حفاظت وعده الله تعالیٰ کړي ده دا څوک بدلولے نشی۔