تصوف

دَ تصوف مختصر تعارف

تصوف دَ روحاني زړهٔ دَ مرضونو ختمولو طريقه ده دَ څهٔ چې بنيادي مقصد دَ الله تعاليٰ رضا حاصلول دي۔ دې دپاره دَ شريعت پهٔ ظاهر حکمونو باندې عمل کول يو لازمي کاردے ۔ پهٔ تصوف کښې څهٔ فضيلتونه حاصول وي لکه صبر، شکر، رضا، توکل ،اخلاص، تفويض، دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ مينه وغيره اؤ څهٔ رذيلې لکه تکبر، عجب، ريا ،دَ دنيا مينه ،حسد، کينه، بدګماني وغيره ختمول وي۔ دې سره بنده اصلي بندګي حاصله کړي اؤ حق تعاليٰ هغه قبول کړي څهٔ ته چې نسبت اؤ وصول وئیلې شي۔ دَ دې دوه قسمه ذريعے دي يو مجاهده ده پهٔ څهٔ کښې چې دَ نفس غوښتنې پهٔ کوشش باندې قابو کول وي لکه لږ خوراک، لږ خوب کول، لږې خبرې کول اؤ چا سره چې ملاويدو کښې نقصان وي هغوي سره ملاويدل کمول زيات مشهور دي۔ دويم ته فاعله وئیلې شي چې پهٔ هغې کښې داسې طريقے دي دَ څهٔ پهٔ ذريعه چې دَ انسان پټ طاقتونه څرګند شي۔ پهٔ دې کښې ذکر، مراقبه اؤ شغل زيات مشهور دي۔ دَ دې دواړو نه علاوه څهٔ ذريعے داسې دي چې دَ هغې نه فائدہ هم کيدې شي خو دَ نقصان ويره پکښې ډيره ده۔ پهٔ دې کښې دَ شيخ تصور، مجازي عشق اؤ سماع شامل دي۔ پهٔ تصوف کښې بعضې داسې څيزونه سره مخامخ کيدل راځي چې دَ هغې پهٔ حاصلولو اؤ پريښودو کښې اختيار نهٔ وي۔ خو پهٔ دې کښې پهٔ بعضو کښې نقصان وي اؤ پهٔ بعضو کښې نهٔ وي۔ پهٔ څهٔ کښې چې نقصان کيدے شي پهٔ هغې کښې سُکر سره وحدة الوجود ، کشف، استغراق ، تصرف، قبض وبسط ، کرامت اؤ مشاهده باره کښې ليکلې شوے دي۔ اؤ پهٔ څهٔ کښې چې نقصان نشته پهٔ هغې کښې وجد، رښتونې خوبونه ، دَ دعا قبليدل، الهام، فناء اؤ بقاء، دَ سکر نه بغير وحدة الوجود اؤ رښتونې فراست باره کښې ليکلې شوے دي۔ څهٔ څيزونه داسې دي دَ څهٔ پهٔ وجه چې پهٔ ټول محنت باندې اوبهٔ بهيدے شي لکه حسن پرستي، دَ ثمراتو پهٔ حاصليدو کښې بيړه کول،تصنع،دَ سنتو مخالفت کول اؤ دَ شيخ مخالفت وئیلےشوے دي۔ الله تعاليٰ دې مونږ دَ دې نه وساتي۔ امين