عقائد

دَ نبيانو باره کښې

دَ نبيانو باره کښې

ډیر دَ الله تعالیٰ رالېږلی شوی پېغمبران بندګانو ته نېغی لارې ښودلو د پاره راغلی دی او هغوی ټول دَ ګناهونو نه پاک دی۔ دَ هغوی پوره شمیر یوازې الله تعالیٰ ته معلوم دے۔ دَ هغوی دَ رښتینولۍ ښودلو د پاره الله تعالیٰ دَ هغوی پهٔ لاسونو داسې نوې نوې اؤ مشکلې مشکلې خبرې ظاهر ې کړ ې و ې چې نور خلق ئې نشی کولے، داسې خبرو ته معجزه وائی۔ پهٔ هغو کښی ټولو نه وړومبے آدم علیه السلام ؤ۔ او دَ ټولو نه روستو حضرت محمد ﷺ او باقی پهٔ مینځ کښې راغلی دی۔ پهٔ هغوی کښې بعضې ډېر مشهور دی لکه حضرت نوح علیه السلام، ابراهیم علیه السلام، اسحاق علیه السلام، اسماعیل علیه السلام، یعقوب علیه السلام،یوسف علیه السلام،داؤد علیه السلام، سلیمان علیه السلام، ایوب علیه السلام، موسیٰ علیه السلام،هارون علیه السلام، زکریا علیه السلام،یحییٰ علیه السلام،عیسیٰ علیه السلام، الیاس علیه السلام، الیسع علیه السلام، یونس علیه السلام،لوط علیه السلام، ادریس علیه السلام ،ذوالکفل علیه السلام ، صالح علیه السلام، هود علیه السلام، اؤشعیب علیه السلام۔

دَ نبيانو دَ شمېر متعلق

دَ ټولو پېغمبرانو شمېر الله تعالیٰ چاته نهٔ دے ښودلے ، دې وجې نه داسې عقیده ولریٔ چې الله تعالیٰ څومره پېغمبران رالیږلی دی مونږ پهٔ هغه ټولو باندی ایمان راؤړو کوم چې مونږ ته معلوم دی پهٔ هغوي هم، او کوم چې معلوم نهٔ دی پهٔ هغوي هم۔

دَ نبيانو مينځ کښې دَ فضيلت باره کښې

پېغمبرانو کښې دَ بعضو مرتبه دَ بعضو نه اوچته ده۔ دَ ټولو نه اوچته مرتبه زمونږ دَ پېغمبر حضرت محمد ﷺ ده او دَ هغوي نه پس څوک نوے پېغمبر نشی راتلے۔ تر قیامته پورې چې څومره بنی آدم او پیریان دی نبی اکرمﷺ دَ ټولو پېغمبر دے۔

دَ نبيانو معجزات

دَ انبياء کرامو دَ رښتینولۍ ښودلو د پاره الله تعالیٰ دَ هغوی پهٔ لاسونو داسې نوې نوې اؤ مشکلې مشکلې خبرې ظاهر ې کړ ې و ې چې نور خلق ئې نشی کولے، داسې خبرو ته معجزه وائی۔ لکه دَ ابراهيم عليه سلام پهٔ اور کښې نهٔ سوزيدل ، دَ موسیٰ عليه سلام دَ کونټۍ نه اژدها جوړيدل او داسې نورې ډيرې واقعې چې دَ هغې ذکر پهٔ قران او احاديث شريفه کښې راغلې دې۔ زمونږ دَ نبی ﷺ دَ ټولو نه لويه معجزه قران دې۔ چې ددې پهٔ شان يو سورت هم اوسه پورې چا جوړ نهٔ کړې شو او نهٔ به ېٔ جوړ کړې شی۔ دغه شان زمونږ پېغمبرﷺ الله تعالیٰ پهٔ ویښه دَ بدن سره دَ مکې مکرمې نه تر بیت المقدسه او دَ هغه ځاېٔ نه اوهٔ (۷) واړو آسمانونو ته او دَ هغه ځاۓ نه کوم ځاۓ پورې چې الله ته منظوره وه ورسولو او بیا ئې مکې مکرمې ته راورسولو۔ دې ته معراج شريف وائی۔دا هم لويه معجزه ده۔ دغه شان نورې ډيرې معجزې کومې چې دَ نبی ﷺ پهٔ لاس ښکاره شوې وې دَ کومو ذکر چې پهٔ قران يا صحيح احاديثو کښې دې۔ دا ټولې منل زمونږ دَ ايمان حصه ده۔

زمونږ پېغمبرﷺ الله تعالیٰ پهٔ ویښه دَ بدن سره دَ مکې مکرمې نه تر بیت المقدسه او دَ هغه ځاېٔ نه اوهٔ (۷) واړو آسمانونو ته او دَ هغه ځاۓ نه کوم ځاۓ پورې چې الله ته منظوره وه ورسولو او بیا ئې مکې مکرمې ته راورسولو۔ دې ته معراج شريف وائی۔

دَ بدعت باره کښې

الله تعالیٰ او رسول اللهﷺ دَ دین ټولې خبرې پهٔ قرآن او حدیث کښې خلقو ته ښودلې دی۔ اوس څهٔ نوې خبره پهٔ دین کښی راویستل ټهيک نهٔ دی۔ داسې نوې خبرې ته بدعت وائی۔ بدعت ډیره لویه ګناه ده۔

هر نوې څيز بدعت نهٔ وی

بعضې خلق هر نوې څيز ته بدعت وائی۔ داسې نهٔ ده۔ بدعت احداث فی الدين ته وائی۔ یعنی دین کښې څهٔ داسې څيز شاملول۔ دين دپاره څهٔ نوې ذريعه خپلول بدعت نهٔ وی۔ داسې خبرو ته احداث لی الدين وائی۔ لکه ددې وخت دَ مدرسو ترتيب، درس نظامی وغيره يا دَ تبليغی جماعت موجوده طريقې، دَ تصوف اصلاحی طريقې وغيره