عقائد

دَ قيامت باره کښې

دَ قيامت باره کښې

هر کله چې ټولې نخښې پوره شی نو دَ قیامت بندوبست به شروع شی۔ اسرافیل علیه السلام به دَ خداۓ پهٔ حکم سره شپیلۍ پوک وهی۔ دا سپیلۍ یو ډیر لوۓ څیز دَ ښکر پهٔ شکل دے۔ دَدے پهٔ پوکلو سره به ټوله زمکه او اسمان اوچوی او ټوټے ټوټے به شی۔ ټول مخلوقات به مړهٔ شی او څوک چې مړهٔ شوی دی دَ هغوي روحونه به بېهوشه۔ یوه موده به پهٔ دے حالت کښی تېره شی۔

دَ شفاعت باره کښې

بیا چې کله الله تعالیٰ ته منظوره شی چې ټول مخلوق بیا پېدا شی نو دویم ځل به شپیلیٔ اوپوکلے شی هغې سره به بیا ټول مخلوقات راپېدا شی مړی به ژوندی شی، او دَ قیامت پهٔ مېدان کښی به ټول راجمع شی او دَ هغه ځاۓ دَ تکلیفونو نه به پرېشانه شی نو ټول به پېغمبرانو ته دَسفارش کولو د پاره ورشی اخر زمونږه پېغمبر علیه السلام به سفارش اوکړی۔ تله به اودرَولے شی۔ ښهٔ او بد عملو نه به وتللے شی، دَ هغې حساب به کیږی، بعضې به بے حسابه جنت ته ځی۔ دَ نېکانو خلقو عملنامه به پهٔ ښی لاس کښې او بدانو له به پهٔ ګس لاس کښې ورکړے شی۔ پېغمبر ﷺ به پهٔ خپل اُمت باندې دَ حوضِ کوثر اوبهٔ څکوی کومې چې به دَ پیو نه زیاتے سپینې او دَ ګبين نه زیاتې خوږې وی۔ پهٔ پل صراط باندې به تلل وی۔ کوم چې نېکان خلق دی هغوی به دَ هغې نه پورې اوځی او جنت ته به اورسی او څوک چې ګناهګار وی هغوی به دَ هغې نه پهٔ دوزخ کښی پرېوځي۔(پل صراط دَ دوزخ دَ پاسه جنت ته تېر شوے پل دے)

دَ جنت باره کښې

جنت هم پېدا شوے دے او پهٔ هغې کښې قسماقسم آرام او نعمتونه دی پهٔ جنتیانو به دَ هېڅ قسمه ویره او غم نهٔ وی۔ او هغوی به پهٔ هغې کښې همیشه اوسیږی نهٔ به دَ هغې نه اوځی او نهٔ به هلته مړه کیږی۔

دَ دوزخ باره کښې

دوزخ پېدا شوې دے۔ پهٔ هغې کښې ماران،لړمانان،او قسماقسم عذابونه دی پهٔ دوذخیانو کښې چې پهٔ چا کښی لږ شان ایمان هم وی هغوی به دَ خپلو عملونو سزا خوړلو نه پس دَ پېغمبرانو او بزرګانو پهٔ سفارش سره را اوځی او جنت ته به داخل شی خواه کهٔ هر څومره زیات ګناهګاران وی۔ او څوک چې کافران او مشرکان دی هغویٔ به پهٔ هغې کښې همیشه پاتې شی او هغویٔ له به مرګ نهٔ راځی۔

دَ قيامت دَ نخښو باره کښې

الله اؤ رسول چې دَ قیامت څومره نخښې ښودلے دی ټولې به ضرور ښکاره کیږی۔امام مهدی علیه السلام به ظاهریږی او ښهٔ پهٔ انصاف سره به بادشاهی کوی۔ کاڼے(یو سترګے) دجال به راځی، او پهٔ دنیا کښی به ډیر فساد خَوروی۔ دَ هغهٔ دَ وژلو د پاره به حضرت عیسٰی علیه السلام دَ اسمان نه راکوزیږی او هغه به وژنی۔ یاجوج ماجوج ډیر زورَور خلق دی هغوی به پهٔ ټوله زمکه باندې خوارهٔ شی او ډیره تباهی به جوړه کړی بیا به دَ خداۓ پهٔ قهر سره هلاک شی۔ یو عجیبه قسم ځناور به دَ زمکې نه راوځی او خلقو سره به خبرے کوی۔ دَ قبلے طرف نه به نمر راخیژی۔ قران مجید به اوچت کړے شی او دَدے نه علاوه نور ډېر کارونه به کیږی۔

دَ چا دَ جنتی کيدو متعلق

دَ کومو خلقو نومونه چې الله تعالیٰ او رسولﷺ اخستی دی او جنتیان ئې ورته ویلی دی دَ هغوی نه سِوا دَ بل چا دَ جنتی کیدلو یقینی حکم نشی لګولے البته پهٔ ښهٔ نخښو لیدلو سره ښهٔ ګمان ساتل او دَ رحمت امید لرل ضروری دی۔

دَ الله تعالیٰ دَ ديدار متعلق

پهٔ جنت کښی دَ ټولو نه لوۓ نعمت دَ الله تعالیٰ دیدار دے۔ کوم چې به جنتیانو ته نصیب کیږی دَ هغې پهٔ لذت کښې به ټول نعمتونه معمولی ښکاری۔