عقائد

دَ تقدير باره کښې

پهٔ دنیا کښې چې څهٔ ښهٔ بد کیږی هغه ټول خداېٔ تعالیٰ ته پخوا راسې معلوم دي او دَ خپل علم موافق هغه پېدا کوی، تقدیر هم دَدې نوم دے۔ او دَ بدو څیزونو پهٔ پېدا کولو کښې هم ډېر رازونه دی چې پهٔ هغې هر څوک نهٔ پوهیږی۔