عقائد

دَ الله تعالیٰ باره کښې

الله تعالیٰ یو دے هغه دَ چا محتاج نهٔ دے۔ نهٔ دَ هغهٔ نه څوک پېدا دي او نهٔ هغه دَ چا نه پېدا دے ،نهٔ دَ هغهٔ څوک ښځه شته ۔اؤ نهٔ څوک ملګرے يا مقابل لري ۔ هغه همیشه راسې دے او همیشه به وي۔ هېڅ څیز دَ هغهٔ پهٔ شان(مثل) نشته ، هغه دَ هر چا نه جدا (نرالا)دے۔ هغه ژوندے دے۔ هر څیز دَ هغهٔ پهٔ قدرت کښې دے۔ هېڅ څیز دَهغهٔ دَ علم نه بهر نهٔ دے هغه هر څهٔ وینی ،اَوری، کلام فرمائی،لیکن دَهغهٔ خبرې کول زمونږدَخبرو کولوپهٔ شان نهٔ دي، څهٔ چې غواړی کوی۔هېڅوک دَهغهٔ منع کؤنکې نشته۔ یوازې هغه دَعبادت لالٔق دے۔ دَهغهٔ هېڅوک شریک نشته ، پهٔ خپلو بندګانو مهربان دے۔ بادشاه دے، دَ ټولو عیبونو نه پاک دے۔ هم هغه خپل بندګان دَ ټولو افتونو نه بچ کوی، هم هغه عزت والا دے۔ لويۍ والا دے، دَټولو څیزونو پېدا کونکې دے،دَهغهٔ هېڅوک پېدا کونکې نشته، دَ ګناهونو بخښونکې دے، زوراور دے، ډیر دَ ورکړې والا دے، روزی رسونکې دے،دَچا روزی چې وغواړی تنګه ئې کړی،او دَ چا چی وغواړی زیاته ئې کړی،چا لره چې وغواړی ښکته ئې کړی او دَ چا لره چی وغواړی اوچت ئې کړی ،چاله چې وغواړی عزت ورکړی چاله چې وغواړی ذلت ورکړی،انصاف والا دے۔ ډیر دَ تحمل اؤ برداشت والا دے۔ دَ خدمت او عبادت قدرکونکې دے۔ دَ دعا قبلونکې دے۔ دَفراخۍ خاوند دے۔هغه پهٔ ټولو باندې حاکم دے۔ پهٔ هغهٔ باندی هېڅوک حاکم نشته،دَهغهٔ هېڅ یو کار دَ حکمت نه خالی نهٔ دے۔هغه دَ هر چا کار جوړونکې دے، هم هغهٔ ټول خلق پېدا کړی دی اؤ هغه به ئې پهٔ قیامت کښې بیا پېدا کوی،هم هغه ژوند ورکوی او مرګ راولی،هغه پهٔ نخښو او صفتونو سره ټول پیژنی دَهغهٔ دَ ذات باریکی هېڅوک نشی معلومولے۔ دَ ګناه ګارو توبه قبلوی، څوک چې دَ سزا قابل وی هغو له سزا ورکوی۔ هم هغه هدایت ورکوی۔ پهٔ جهان کښې چې څهٔ کیږی دَ هغهٔ پهٔ حکم سره کیږی،دَ هغهٔ دَ حکم نه بغېر یوه ذره خوزېدلې نهٔ شی۔ نهٔ هغه اودهٔ کیږی، نهٔ جوټه خوري،هغه دَ تمام عالم پهٔ حفاظت نهٔ ستړې کیږی، هم هغهٔ ټول څیزونه راټینګ کړی دی۔ دغه شان ټول ښهٔ او دَ کمال صفتونه هغهٔ ته حاصل دی او دَ نقصان او بدوالی هېڅ یو صفت پهٔ هغهٔ کښې نشته، نهٔ پهٔ هغهٔ کښې څهٔ عېب شته۔ دَ هغه ټول صفتونه دَ همېشه راسې دی او همیشه به وی او دَ هغهٔ هېڅ یو صفت چرې ختمېدلے نهٔ شی۔ دَ مخلوق دَ صفتونو نه هغه پاک دے اؤ پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې چې بعضې ځاېٔ دَ داسې خبرو خبر ورکړے شوے دے نو دَ هغې دَ معنیٰ تلاش نهٔ دے پکار ،چې څهٔ ترې دَ الله تعالیٰ اؤ دَ رسول ﷺ مراد وي هغه صحيح دے ۔ او مونږ پهٔ هغې ایمان راؤړو او یقین کوو ۔ او هم دا خبره بهتره ده ۔ یا دَ دې څهٔ مناسبه معنیٰ لټول پکار دي چې شک ترې لرې شي۔ پهٔ دنیا کښې چې څهٔ ښهٔ بد کیږی هغه ټول خداېٔ تعالیٰ ته پخوا راسې معلوم دي او دَ خپل علم موافق هغه پېدا کوی، تقدیر هم دَدې نوم دے۔ او دَ بدو څیزونو پهٔ پېدا کولو کښې هم ډېر رازونه دی چې پهٔ هغې هر څوک نهٔ پوهیږی۔ هېڅ یو څیز دَ خداېٔ پهٔ ذمه ضروری نهٔ دے هغه چې څهٔ مهربانی کوی دَ هغهٔ فضل دے۔ پهٔ دنیا کښې پهٔ ویښه پهٔ دے سترګو سره الله تعالیٰ چا لیدلے نهٔ دے او نه ئې څوک لیدلے شی۔