شجرہ مبارکہ

شجره مبارکه سلاسل طريقت

شجره او دَ هغې اهميت

دَ حضورﷺ منصبونه کوم چې الله تعالیٰ پهٔ قران کښې بيان کړې دی هغه څلور دی۔ يعنی دَ قران تلاوت ښودل، دَ صحابه کرامو (رضی الله عنه) تزکيه کول، دَ کتاب تعليم ورکول او دَ حکمت تعليم ورکول۔ دَ قران دَ تلاوت دَ څانګې ذمه داری قاريانو حضراتو، دَ تزکئې ذمه داری صوفياء کرامو او دَ علم او حکمت ذمه داری علماء کرامو واخستله۔ علماء کرامو کښې محدثين کرامو دَ احاديث شريفو امت ته پهٔ محفوظ طريقې سره رسولو ذمه داری واخسته۔ دې مقصد دپاره هغوی دَ خپلو سندونو حفاظت کوی او خپل سندونه پهٔ داسې ترتيب سره روايت کوی پهٔ کوم ترتيب سره چې دوی ته رارسيدلې وی۔ هم پهٔ دې طريقه صوفياء کرام خپل نسبتونه بيانوی پهٔ کوم ترتيب چې دوی ته نسبت رارسيدلې وی۔ دَ نسبت دَ دې ترتيب بيان ته شجره وئیلې شی۔

زمونږ شجره دا ده:

شجره دَ نظم پهٔ شکل کښې

بعضې حضراتو خپله شجره دَ نظم پهٔ انداز کښې چاپ کړې وی او دَ برکت حاصلولو دپاره دا لولی۔ دا دَ دعا پهٔ شکل کښې هم وی او مريدان دَ خپلې دعا دَ قبوليت دپاره دا نسبت دَ وسيلې پهٔ طور نيسی۔

زمونږ دَ نظم پهٔ انداز کښې شجره (اقباليه شبيريه) لاندې ورکړې شوې ده چې دَ PDF فائل پهٔ صورت کښې هم ډاؤن لوډ کيدې شی:

شجرہ ٔ منظومہ (اقبالیہ شبیریہ)
یا الٰہی کن مناجاتم بفضلِ خود قبول از طفیلِ اولیاءِ خاندانِ صابری
شاد فرما روحِ شاں از رحمت و رضوانِ خود در جوارت دارِ ایشاں را بقربِ دائمی
طاہر و پر نور کن قلبِ مرا از فضلِ خویش بہر شبیر و اقبال باصفاء و متقی
ذکر قلبی کن عطا اے قادرِ مطلق مرا بہر مولانا زکریا صاحب سِرِّ ِنبی
بہر مولانا خلیل احمد ملاذی فی غدی ہم رشید احمد رشید باصفاء و سیدی
بہر امداد و بنور و حضرت عبد الرحیم عبدباری، عبدہادی عُضدالدین مکی ولی
ہم محمدی و محب اللہ و شاہ بو سعید ہم نظام الدین جلال و عبد قدوس احمدی
ہم محمد عارف و ہم عبد حق شیخ جلال شمس الدین ترک و علاؤا لد ین فرید جودہنی
قطب الدین و ہم معین الدین و عثمان و شریف ہم بمَودود و ابویوسف محمد احمدی
بو سحٰق و ہم بممشاد و ہبیرہ نامور ہم حذیفہ و ابن ادہم ہم فضیل مرشدی
عبد واحد ہم حسن بصری علیِ فخردین سید الکونین فخر العالمین بشریٰ نبیﷺ
پاک کن قلبِ مرا تو از خیالِ غیر خویش بہر ذات خود شفائم دہ ز امراضِ دلی

دَ نظم پهٔ انداز کښې زمونږ دويمه شجره (اشرفيه شبيريه) لاندې ده دا هم دَ PDF فائل پهٔ صورت کښې ډاؤن لوډ کيدې شی:

شجرہ ٔ منظومہ (اشرفیہ شبیریہ)
یا الٰہی کن مناجاتم بفضلِ خود قبول از طفیلِ اولیاءِ خاندانِ صابری
شاد فرما روحِ شاں از رحمت و رضوانِ خود در جوارت دارِ ایشاں را بقربِ دائمی
طاہر و پر نور کن قلبِ مرا از فضلِ خویش بہر شبیر و فدا باصفاء و متقی
ذکر قلبی کن عطا اے قادرِ مطلق مرا بہر اشرف و فقیر و مولوی اشرف علی
بہر امداد و بنور و حضرت عبد الرحیم عبدباری، عبدہادی عُضدالدین مکی ولی
ہم محمدی و محب اللہ و شاہ بو سعید ہم نظام الدین جلال و عبد قدوس احمدی
ہم محمد عارف و ہم عبد حق شیخ جلال شمس الدین ترک و علاؤا لد ین فرید جودہنی
قطب الدین و ہم معین الدین و عثمان و شریف ہم بمَودود و ابویوسف محمد احمدی
بو سحٰق و ہم بممشاد و ہبیرہ نامور ہم حذیفہ و ابن ادہم ہم فضیل مرشدی
عبد واحد ہم حسن بصری علیِ فخردین سید الکونین فخر العالمین بشریٰ نبیﷺ
پاک کن قلبِ مرا تو از خیالِ غیر خویش بہر ذات خود شفائم دہ ز امراضِ دلی
د سادات کاکاخيلو منظوم شجره
ليکوال✍ حضرت سيد شبير احمد کاکاخيل دامت برکاتہم العاليہ
فضل خدايه پهٔ ما وکړې پهٔ طفيل دَ رحمکارؒ دَ بهادر باباؒ پهٔ مخ مې کړې بهادر قوي جرار
مست پهٔ مينه دَ الله مې کړې پهٔ مخ دَ مست باباؒ دَ غالب باباؒ پهٔ مخ مې کړې غالب پهٔ نفس مردار
دَ آدم باباؒ پهٔ مخ مې آدميت نصيب کړې ربه کړې روان مې پهٔ خپل فضل دَ ياسين باباؒ پهٔ لار
دَ سيد حسينؒ پهٔ مخ مې عافيت خدايه نصيب کړے دَ سيد باقرؒ لهٔ مخه مې دا ژوند کړې خپل پکار
دَ سيد محمودؒ آتا پهٔ مخ پهٔ لاره دَ محمود شوے دَ سيد احمد آتاؒ پهٔ شان شوے بچ لهٔ نفس مکار
زهٔ پهٔ مخ دَ سېف الدين باباؒ شوے جوړه دَ دين توره دَ دښمن شېطان پهٔ مخ شمه ناساپه راګذار
هم پهٔ مخ دَسعدالدين باباؒ سعيد زهٔ دائمي شم دَ سيداکبر تومانؒ پهٔ مخ پهٔ دين شمه نثار
دَ سيد لقمانؒ پهٔ مخ مې لهٔ حکمت ډک ژوند نصيب شوے دَ سيد عليؒ پهٔ مخ راکړې زړهٔ اؤ عقل بېدار
دَ سيد حسينؒ پهٔ مخ مې برکت دَ ژوند نصيب کړې دَ سيد عليؒ پهٔ شان  خپله جاه خپله  کړمه زار
هم لهٔ مخه دَ امامِ اسماعيلؒ شمه قبول زهٔ اِمام جعفرؒ پهٔ مخ مې صداقت جوړ شي شعار
دَ اِمام باقرؒ پهٔ شان مې کړې وارث دَ انبياؤ دَ اِمامِ زين العابدينؒ خويونه کړم اختيار
اِمام حسېنؓ پهٔ مخ شوے زهٔ قربان دَستا دپاره دَ حضرت عليؓ پهٔ شان راکړې ګفتار اؤ هم کردار
تاپېدا کړو کائنات خدايه پهٔ مخ دَ محمدﷺ چې دَ هغهٔ پهٔ مخ اے ربه شم دَ ستاسو تابعدار
پهٔ خپل فضل مې اے ربه دَ خپل ځان کړې چې دَ ستا شم جان و مال وخت مې قبول کړې ستا پهٔ مينه شم سرشار
فاطمېؓ بي بي ته ووې پاک رسولﷺ خپل عمل ښهٔ کړه تهٔ پهٔ دغې به خلاصېږې پهٔ دې نه چې يم ستا پلار
دا نسبت دَ سيدانو معتبر پهٔ دې دنيا دے حسنؓ وائی آخرت کښې خپل عمل وي بس پکار
زهٔ پهٔ ناز دَ سيدﺉ کښې عمل پرېنږدمه خدايه دَ شيطان پهٔ لمسه نهٔ شم جهنم ته زهٔ ګزار
کوم نيکونه چې زمونږ دي دَ عمل واړه غازيان وو پدرم سلطان نعره دَ بې عملئی اؤ خطا کار
خدایه ما دَ لاف زنئی نه پهٔ امان کړې پهٔ خپل فضل پهٔ دهوکو دَ نفس شېطان کښې چرته نهٔ شم راحصار

شجرۂ نسب سادات کاکا خیل

دَ حضرت سيد شبير احمد کاکاخيل مدظله العاليه نسبی شجره لاندې ده۔ دا هم دَ PDF فائل پهٔ صورت کښې ډاؤن لوډ کيدې شی: