عقائد

قال رسول الله ﷺ انقسمت الیھود إلی إحدی و سبعین شعبةو انقسمت النصاریٰ إلی إثنین و سبعین شعبة و سنقسم أمتی إلی ثلاثة و سبعین شعبة کلھا فی النار الا واحدة۔ قالوا : ما ہی یا رسول اللہ ﷺ قال الذی علیہ أنا و صحابتی ۔
حدیث مشہور صحیح و روی فی اکثر مسانید و السنن کسنن ابوداؤد و النسائی و غیرہم۔

حضور ﷺ ارشاد فرمائیلي دي چې يهود په 71 فرقو کښې تقسيم شولو اؤ نصاریٰ پهٔ 72 فرقو کښې اؤ زما امت به ډېر زر په 73 فرقو کښې تقسيم شي خو دا ټولې فرقې به سواۓ دَ يو نه جهنميانې وي۔صحابه کراموؓ ترېنه تپوس وکړو چې دا به کومه فرقه وي هغوی وفرمائیل چې پهٔ کومه لار زهٔ روان يم اؤ زما صحابيان روان دي پهٔ هغه لار چې به څوک وي۔ دا مشهور حديث شريف دے اؤ پهٔ اکثرو مسانيدو اؤ سنن کښې روايت کړے شوے دے۔

دَ دې نه دا پته ولګېده چې صرف هغه خلق پهٔ صحيح لاره کېدے شي چې دَ سنتو اتباع سره سره دَ صحابه کراموؓ پهٔ نقش قدم باندې تلو والا وي۔اهل سنت و الجماعت هم دَ دوی نوم دے۔معلومه شوه چې دَ درې واړه قسمونو صحابه کراموؓ اؤ صحابياتو ؓ يعنې امهات المؤمنينؓ ،اهل بيتو ؓ اؤ عام صحابيانوؓ اؤ صحابياتوؓ متبعين اهل سنت و الجماعت دي اؤ پهٔ صحيح طريقه باندې دي۔چې چا دا ټول ومنل اؤ دَ دوی نهٔ ئې هدايت واخستو هغه پهٔ صحيح لار دي اؤ ټول دين ورته ورسيدو اؤ چا چې دَ چا متابعت وکړو اؤ دَ چا نه هغوی ناقص دين واخستو اؤ چا چې پهٔ دوی کښې دَ چا هم مخالفت وکړو هغوی دَ پوره دين نه محروم شو۔دَ اهل سنت و الجماعت عقيدې څهٔ دي هغه تاسو پهٔ دې وېب پاڼه کتلے شیٔ۔دَ هدايت حاصلولو دپاره چې کله سورة فاتحه وئیلے شي نو اھدنا الصراط المستقیم نه تر اخره پورې پهٔ دې دعا کښې زړهٔ هم شامل کړیٔ اؤ بله يو مسنون دعا هم ده دَ هدايت دپاره دا ډېره زياته غوښتل پکار دي دَ دې ډېره فا ئده ده۔ اللھم أرنا الحق الحق و ارزقنا إتباعہ و أرنا الباطل الباطل و ارزقنا إجتنابہ۔ آمین ۔یعنی اے الله مونږ ته حق حق پهٔ نظر راولې اؤ راته ئې اتباع نصيب کړے اؤ باطل راته باطل وښایې اؤ ورنه مو بچ کړې۔دَ دې لوستونکي دې مونږه هم پهٔ دې دعا کښې ياد کړي ځکه چې دَدې ډېر حاجتمند يو۔