څلورمه برخه

څلورمه برخه
کِتابُ النّکاَح
نمبر۱۔ نکاح دَ خداېٔ پاک لوېٔ نِعمت دې۔ دَ دين او دُنيا ډير کارونه په دې سميږې۔ او بې شماره فائدی دې ورکښې بنيادم دَ ګُناه نه بچ شې۔ زړهٔ ېٔ په ارام شې۔ نيت ېٔ دَ خرابيدو نه بچ شې۔ دُنياوې آرام او فائدے ېٔ علاوه دې۔ او ثواب ېٔ زياتې دې۔ ښځه خاوند چې سره ناست وې او دَ مينې محبّت خبری کوې ، نو دَ دې ثواب دَ نفل مونځونو نه هم زيات دې۔
نمبر۲۔ نکاح فقط په دوه لفظه تړلې شې۔ چې دَ دوه ؤ ګواهانو مخکښې مثلاً چا اووې چې ۔”ما دَ خپلې لُور نکاح تا سره وتړله“۔ او هغهٔ اووې”ما قبوله کړه“۔ بس نکاح وشوه۔ او هغویٔ دواړه ښځه خاوند شو۔ دې ته اِيجاؔب او قبؔول وئیلې شې۔ البته که دَ هغه سړې ګنړې لونړه وې ۔نو بيا دغه سړې ته دَ لور نوم اَخستل ضرورې دې۔ مثلاً چې وُوائي”ما دَ خپلې لور زينؔب نکاح تا سره وُتړله“۔ او هغه وُوائی،ما قبوله کړه“۔
نمبر۳۔ که چا يو سړې ته وُوې“۔خپله فلانیٔ لُور ماته په نکاح راکړه“۔ هغهٔ ورته وُوې چې ”هغه مې په نکاح درکړه“۔ نو نکاح وشوه۔ دَ دې نه پس هغه بيا وائي چې ما قبوله کړه او که نهٔ وائی۔
نمبر۴۔ که هغه ښځه خپله په موقع موجوده ده۔ او ولې ېٔ په اِشاره اُووائي چې دا ”جينیٔ مې په نکاح درکړه“۔ او هغهٔ وُوائي چې ”ما قبوله کړه“ نو نکاح وشوه اګر چې دَ جينیٔ نوم ېٔ نه وې اَخستې۔ او که خپله موجوده نه وې نو نوم اَخستل ېٔ ضرورې دې۔ او که نکاح تړُونکې ېٔ پلار نه علاوه بل څوک وې نو دَ جينیٔ او د َهغې دَ پلار نُوم اَخستل هم ضرورې دې۔ بلکه که پلار ېٔ څوک ښهٔ نه پيژنې نو دَ نيکه نوم ېٔ هم اَخستل پکار دې۔ چې فلانیٔ د َفلانی لُور او دَ فلانی نمسیٔ په نکاح درکوم۔ غرض دا چې ګواهان او اوريدونکې ېٔ ښهٔ وپيژنې او څه شک ورکښې پاتې نه شې۔
نمبر۵۔ په نکاح کښې دا شرط دې چې کم نه کم دَ دوه ؤ سړو يا يو سړې او دوه ؤ ښځو مخکښې وتړلې شې۔ ا وهغه ګواهان ېٔ په خپل مخکښې اُووينې او په خپلو غوږونو دَ نکاح الفاظ واؤرې۔ که يوازې ځانته يَو سړے بل ته وُوائي۔”ما خپله لُور په نکاح درکړه“ هغه وُوائي ما قبوله کړه نو دا نکاح درست نه ده۔ دغه شان که دَ يو سړې مخکښې دَ نکاح الفاظ اووئيلې شې هم نکاح نهٔ صحيح کيږې۔
نمبر۶۔ که سړے ورکښې نه وو صرف ښځې وې نو که ډيرې وې لس دولس ښځې وې هم نکاح نهٔ صحيح کيږې۔ دَ ښځو سره يَو سړے ضرورې دې۔
نمبر۷۔ که دوه سړې وې خو مسلمانان نه وے بيا هم نکاح نه صحيح کيږې همدغه شان که مسلمانان وې۔ خو هغه دواړو کښې يَو يا دواړه نا بالغه وې ۔ يا يو سړے او دوه ښځې وې خو هغه دواړه ښځې يا په هغو کښې يوه نابالغه وې ۔ بيا هم نکاح نه صحيح کيږې۔ دوه مسلمانان عاقل بالغ سړې يا يَو سړے او دوه ښځې عاقلې بالغې مسلمانانی ضرورې دې۔
نمبر۸۔ ښه داده چې نکاح په عامه جمع کښې وتړلې شې۔ ا وښهٔ شُهرت ېٔ وُشې چې عام خلق پرې خبر شې۔ پټ په پټه نکاح تړل ښَهٔ کار نه دې البته که څهٔ خاص ضرورت داسې وې چې پټَول ېٔ ضرورې وې۔ نو بيا کم نه کم دوه سړې۔ يا يَو سړے او دوه ښځې خو ضرورې دې چې په خپلو غوږو دَ نکاح تړلو الفاظ واؤرې۔
نمبر۹۔ که سړے هُم بالغ ځوان وې او جينیٔ هم بالِغه وې نو دواړه خپله نکاح خپله تړلې شې۔ چې دَ دوه ؤ ګواهانو په مخکښې جينیٔ وُوائي۔ ما خپله نکاح تاسره وکړه“ هلک وُوائي “ماقبوله کړے“ نو نکاح وُشوه۔
نمبر۱۰۔ که چا خپله نکاح خپله ونه تړله بل چاته ېٔ وُوې چې ځما نکاح دَ چا سره وُتړه۔ يا ېٔ ورته وُوې چې ځما نکاح دَ فلانې سره وُتړه۔ او هغهٔ دَ دوؤ ګواهانو مخکښې نکاح وُتړله۔ نو نکاح وشوه۔ اوس که دا اِنکار کوې هُم هيڅ نشې کولې۔
نِکاح دَ چا،چا سره حرامه ده؟
نمبر۱۔ دَ خپل اولاد او دَ اولاد اولاد ، نمسیٔ، کړوسیٔ هر څومره چې لرې وې۔ همدغَسې خپل پلار، نيکهٔ، دَ نيکهٔ پلار سره هر څومره چې په بَره وې، نِکاح صحيح نه ده۔
نمبر۲۔ دَ خپل ورور، مام ، ترهٔ، ورارهٔ، خَورَئی سره نکاح نهٔ صحيح کيږې۔ په شريعت کښې ورور هغه دې، چې مور پلار دواړه ېٔ يَو وې۔ يا ېٔ پلار يَو وې او مور ېٔ بيله وې۔ يا ېٔ مور يوه وې او پلار ېٔ بيل وې۔ چې مور پلار دوارهٔ ېٔ بيل وې هغه په شريعت کښې ورور نهٔ دې۔ دَ هغه سره نکاح صحيح ده۔ (لکه يَوې ښځې دويئم خاوند وکړو۔ دَ وړومبې خاوند نه ورسره يوه لور وې او دَ دغه خاوند ېٔ دَ بلې ښځې نه ځوېٔ وې نو دا هلک او جينیٔ اګر چې په ظاهره ورور خور معلوميږې۔ خو دا شريعت کښې ورور خور نه دې ۔دَ دُویٔ خپلو کښې نکاح صحيح ده ۔ مترجم)
نمبر۳۔ دَ زوم سره هُم نکاح صحيح نه ده۔ لُور ېٔ رخصت کړې وې او که ښځه خاوند سره وسې۔ يا ېٔ رخصت کړې نه وې۔ صرف نکاح ېٔ تړلې وې۔ په هر حالت کښې حرامه ده۔
نمبر۴۔ دَ يَوې جينیٔ پلار مړ شو۔ مور ېٔ دَ بل سړې سره نکاح وُتړله۔ خو دَ هغې سره لا وسيدلې نه وه چې مړه شوه۔ يا ورته هغه دَ نِزديکت نه مخکښې طلاق ورکړو، دا جينیٔ ددې ناسکه پلار سره نکاح کولې شې۔ او که مور ېٔ ورسره وسيدلې وه نو بيا نشې کولې ۔
نمبر۵۔ دَ ناسکه اولاد سر نکاح صحيح نه ده لکه دَ يو سړې ګنړې ښځې وې۔ دَ هغو ځامن وو۔ نو دا يوه ښځه دَ بلې ښځې دَ ځوې سره چې ددې ناسکه ځوېٔ دې نکاح نشې کولې۔ دا دَ خپل خاوند سره وسيدلې وې او که لا وسيدلې نه وې خو صرف نکاح ېٔ تړلې شوې وې۔ دَ دواړو يوَ حکم دې۔
نمبر۶۔ دَ سخر او دَ سخر دَ پلار نيکهٔ سره هم نکاح صحيح نه ده۔
نمبر۷۔ دوه خويندې په يو نکاح کښې جَمع کيدل حرام دې۔ تر څو پورې چې ېٔ خور ژوندیٔ وې۔ د اؤښې سره نکاح صحيح نه ده۔ البته که خور ېٔ مړه شې يا ورته طلاق ورکړې او عِدّت ېٔ پوره شې، نو بيا دَ اوښې سره نکاح صحيح ده۔ او چې تر څو ېٔ عِدّت نه وې پوره نکاح ېٔ نه صحيح کيږې۔
نمبر۸۔ که دوه ؤ خويندو دَ يو سړې سره نکاح وتړله نو چې دَ کومې خور مخکښې تړلې شوې ده۔ هغه صحيح ده او چې کومه ورستیٔ وه هغه نهٔ ده صحيح۔
نمبر۹۔ يو سړې دَ يوې ښځې سره نکاح وُتړله۔ نو چې تر څو پورې ېٔ دا ښځه په نکاح کښې وې دَ هغې دَ ترور (دَ پلار او دَ مور خور) خورزې او وريرې نکاح ورسره نهٔ صحيح کيږې۔
نمبر۱۰۔ دَ کومو دوه ؤ ښځو چې خپلو کښې داسې رشته وې۔ چې که هغو دواړو کښې يو سړے وې نو دَ بلې سره ېٔ نکاح نهٔ صحيح کيږې۔ داسې دواړه ښځې په يو نکاح کښې جمع کول حرام دې۔ چې يَوه مړه شې۔ يا طلاق ورکړې او عدّت ېٔ پوره شې هله ورسره نکاح صحيح کيږې۔
نمبر۱۱ يَوه کونډه ښځه وې چې ورسره ناسَکه لُور وې(دَ مخکنې خاوند لور ېٔ وې دَ بلې ښځې) دا دواړه دَ يَو سړې سره نکاح کولې شې۔
نمبر۱۲۔ چې خپل اولاد ېٔ نه وې۔ تش په خوله ېٔ ورته ځوېٔ وئيلې وې ددې په شريعت کښې هيڅ اعتبار نشته۔ دَ معتبنیّٰ(په ځوېٔ نيولې) سره نکاح جائز ده۔
نمبر۱۳۔ چې خپل سکه ماما يعنې دَ مور رور ېٔ نه وې ۔ هسې په لرې رشته کښې ېٔ ماما کيږې۔ دَ هغه سره نکاح جائز ده۔ هم دغه شان دَ لرې رشتې ترهٔ يا ورارهٔ يا خورئي سره هم نکاح جائز ده۔ همدغه شان که خپل ورور ېٔ نه وې۔ دَ ترهٔ ځوېٔ يا دَ ماما ځوېٔ يا دَ ترور ځوېٔ ېٔ وې دَ هغه سره هم نکاح جائزه ده۔
نمبر۱۴۔ همدغه شان دوه سکه خويندې نه وې۔ دَ ماما لُونړه يا دَ تره لُونړه يا دَ ترور لُونړه وې۔ هغه دواره دَ يَو سړې په نکاح کښې جمع کيدې شې۔ همدغه شان که دَ لرې رشتې ترور يا وريره يا خورزه وې هغوېٔ هم خپلو کښې جمع کيدې شې۔
نمبر۱۵۔ څومره رشتې چې دَ نسب په وجه حرامې دې، هغه دَ پيو رؤدلو په وجه هم حراميږې۔ يعنې دَ کومې ښځې پیٔ چې ېٔ څښلې وې۔ دَ هغې دَ خاوند سره نکاح نشې کولې ځکه چې هغه ېٔ پلار دې۔ دَ هغې دَ ځوېٔ سره هم نکاح نشې کولې ځکه چې هغهٔ ېٔ دَ پيو شريک ورور دې۔ همدغه شان په چا چې ېٔ پیٔ څښَولې وې۔ دَ هغه سره او دَ هغهٔ دَ اولاد سره ېٔ نکاح صحيح نه ده۔ ځکه چې هغه ېٔ ځوېٔ شو۔ همدغه شان دَ پيو په لحاظ ترهٔ،ماما، خورَئی ورارهٔ وغيره سره هم نکاح حرامه ده۔
نمبر۱۶۔ که دوه دَ پيو شريکې خويندې وې هغه دواړهٔ هم دَ يو سړې په نکاح کښې نهٔ شې جمع کيدې۔ غرض دا چې کوم حکم دَ رشتې دې هم هغه دَ پيو دې۔
نمبر۱۷۔نمبر۱۸۔نمبر۱۹۔او نمبر۲۰۔ ددې برخې په آخر کښې په ص۵۱۲ وُګوریٔ۔
نمبر۲۱۔ دَ مسلمانی ښځې نکاح دَ مُسلمان نه علاوه دَ بل مذهب سړې سره جائزه نه ده۔
نمبر۲۲۔ کومې ښځې ته چې خاوند طلاق ورکړو۔ يا ېٔ خاوند مړ شو۔ نو څو پورې چې ېٔ عدّت نه وې پوره شوې۔ دَ بل سړې سره نکاح نشې کولې۔
نمبر۲۳۔ کومې ښځې چې دَ يَو سړې سره نکاح وتړله۔ څو پورې چې هغه سړے مړ نه وې۔ يا ېٔ دې ته طلاق نه وې ورکړې او عدّت ېٔ نه وې پوره شوې، دَ بل سړې سره نکاح نه شې کولې۔
نمبر۲۴۔ ددې برخې په آخر کښې په ص۵۱۳ وُګوریٔ۔
نمبر۲۵۔ دَ کوم سړې په نکاح کښې چې څلور ښځې وې۔ اوس هغه دَ پنځمې ښځې سره نکاح نشې کولې۔ که په هغه څلورو کښې ېٔ يوې ته طلاق ورکړو۔ نو چې څو پورې دَ هغې ښځې عدّت نه وې پوره شوې ۔ دَ بلې ښځې نکاح ورسره جائز نهٔ ده۔
نمبر۲۶۔ دَ سُنّی ښځې نکاح دَ شيعه سړې سره دَ ډيرو عالمانو په فتویٰ جائز نه ده۔
دَ وَلِی اَحکَام
چاته چې دَ هلک او دَ جينیٔ دَ نکاح تړلو اختيار وې هغه ته ولیؔ وئيلې شې ۔
نمبر۱۔ دَ هلک او دَ جينیٔ ولی دَ ټولو نه اول پلار دې۔ که پلار نه وې۔ نو نيکهٔ هغه نهٔ وې نو دَ نيکهٔ پلار هک دا کسان هيڅوک نه وې نو سکه ورور که سَکه ورور نهٔ وې۔ نو ميرنې ورور دَ يو پلار نه وې۔ بي بيا ورارهٔ بيا دَ ورارهٔ ځوېٔ بيا دَ ورارهٔ نمسې که دا خلق نه وې نو سَکه ترهٔ بيا ناسَکه ترهٔ دَ پلار ميرنی ورور بيا دَ سَکه ترهٔ ځوېٔ بيا دَ هغهٔ نمسې بيا دَ ناسَکه تره ځوېٔ بيا دَ ناسَکه ترهٔ نمسی که دې کسانو کښې هيڅوک هم نه وې نو دَ پلار ترهٔ ولې دې۔ بيا دَ هغهٔ اولاد که دَ پلار ترهٔ او دَ هغهٔ ځامن يا نمسی هم نهٔ وې۔ نو دَ نيکهٔ ترهٔ او دَ هغهٔ اولاد ولې دې۔ که دا هيڅوک هم نه وې نو بيا مور حقداره ده بيا دَ پلار مور بيا دَ مور مور بيا دَ مور پلار بيا حقيقی خور بيا نا سَکه خور بيا ماما بيا دَ مور خور وغيره۔
نمبر۲۔ نابالغه نارينه دَ چا ولیؔ کيدې نهٔ شې۔ او کافر يا مجنون او پاګل هم دَ چا ولیؔ کيدې نه شې۔
نمبر۳۔ ځوانه ښځه خود مختاره ده۔ نکاح کوې او که نهٔ کوې۔ او دَ چا سره چې ېٔ کوې۔ څوک ورباندې زبردستې نشې کولې۔ که ځوانه ښځه خپله نکاح د َچا سره وُتَړې۔ نکاح ېٔ صحيح ده۔ ولیؔ ېٔ خبر شوې وې او که نه۔ او ولؔی ېٔ ورباندې خوشحال وې او که خفه۔ البته که نکاح ېٔ دَ خپل سيال سره نهٔ وې تړلې۔ دَ خپل خاندان نه په کم خاندان کښې ېٔ کړې وې۔ او ولیؔ ېٔ ورباندې خفه وې نو فتویٰ په دې ده چې دا نکاح نه صحيح کيږې۔ او که نکاح ېٔ دَ خپل سيال سره تړلې وې خو مَهَر ېٔ کم تړلې وې څومره مَهَر چې دَ هغې دَ پلار دَ کور په خاندان کښې تړلې شې۔ چې مَهَر مِثل ورته وئيلې شې۔ دَ هغې نه ډير کم وې نو په دې شکل کښې نکاح خو صحيح ده ليکن دَ هغې ولیؔ ورباندې خفه دې نو دا نکاح ماتَولې شې۔ حاکِم وقت سره به نالش وکړې۔ هغه به ورته نکاح ماته کړې۔ ليکن ددې نالش حق هغه ولې ته دې دَ کوم ذِکر چې دَ مور نه مخکښې راغلې دې۔يعنې دَپلار نه واخله دَ نيکهٔ دَ ترهٔ تر ځامنو پورې۔
نمبر۴۔ که ولیؔ دَيو ځوانی جينیٔ نکاح دَ چا سره وُتړله۔ نو دا نکاح دَ هغې په اجازت موقوفه ده۔که هغه اِجازت ورکړې نو صحيح ده۔ که ورنهٔ کړې نو نهٔ کيږې۔ دَ اِجازت طريقه به مخکښې راشې۔
نمبر۵۔ ځوانی نا وادهٔ کړې جينیٔ ته که وَلیؔ وُوې چې ما دَ فلانې سړې سره ستا نکاح وُتړله۔ او هغې اِنکار ونه کړو۔ غلې شوه يا ېٔ وُخندل يا ېٔ وژړل نو دغه اِجازت دې۔ اوس که ېٔ هغه ولیؔ نکاح وُتړله نو صحيح به شې۔ يا که ېٔ تړلې وې نو صحيح ده۔ دا خبره صحيح نه ده چې په خوله باندې اِجازت ورکړې۔ نو هلهٔ به صحيح کيږې۔ څوک چې ترې نه په زبردستیٔ په خولهٔ اجازت اخلې هغه بد کوې۔ (چې دَ خبريدو سره انکار ونه کړې دغه کافې ده)۔
نمبر۶۔ که ولیؔ ورته دَ اِجازت په وخت کښې دَ سړې نُوم وانخستو او نه هغې ته دَ وخته معلوم وو۔ نو داسې وخت کښې صرف خاموشیٔ باندې اِجازت نه ثابتيږې۔ بلکه نوم ورته ښئيِل ضرورې دې۔ چې جينیٔ ته هغه هلک ښهٔ معلوم شې۔ همدغه شان که دَ مَهَر مثل نه ېٔ په ډير کم باندې نکاح وُتړله نو بغير دَ ښځې دَ اِجازت نه نهٔ صحيح کيږې۔ ددې دَ پاره به باقاعده اِجازت اَخستل غواړې۔
نمبر۷۔ که هغه جينیٔ پيغله نهٔ وې۔ بلکه دَ دې نه مخکښې ېٔ بله نکاح کړې وې۔ خو هغه سړے ېٔ مړ وې يا ېٔ ورته طلاق ورکړې وې۔ اوس بله نکاح تړې۔ نو دَ ولیؔ دَ اِجازت غوښتو په وخت کښې په خاموشیٔ کار نهٔ کيږې۔ بلکه په خولهٔ وَينا پکار ده۔ که هغې په خوله اِجازت نهٔ وو ورکړې۔ صرف په غلی کيدو ېٔ ولیؔ نکاح وُتړله۔ نو دا نکاح به موقوفه وې۔ که بيا هغې زبانی منظوری ورکړه نو صحيح به شې۔ او که وریٔ نه کړه نو نهٔ صحيح کيږې۔
نمبر۸۔ چې پلار ېٔ موجود وې نو ترهٔ، ورور، يا بل ولیؔ که دَ پيغلی به اجازت غواړې نو صرف په غلی کيدو کار نه کيږې۔ بلکه زبانې اِجازت پکار دې۔ البته که دغه ولیؔ پلار راستولی وې دَ اِجازت دَ پاره نو بيا فقط په چپ کيدو هم اِجازت کيږې۔ غرض دادې چې دَ کوم ولیؔ حق په شرع کښې مخکښې وې۔ که هغه خپله تپوس کوې يا سړے راواستوې نو په چپ کيدو باندې هم اِجازت کيږې۔ او که حق وو دَ نيکهٔ،او تپوس کولو ورور، يا حق وو دَ ورور، او تپوس کولو ترهٔ، نو په داسې وخت کښې په چپ کيدو اِجازت نهٔ کيږې۔ زبانې به اِجازت ورکوې۔
نمبر۹۔که ولیؔ ېٔ بې تپوسه او بې اجازته دَ چا سره نکاح وُتړله۔ بيا دَ نکاح نه پس ولیؔ په خپله يا دَ بل چا په خوله خبر ورکړو۔ چې ستا نکاح می دَ فلانی سره وَتړله۔ په دې حال کښې هُم په چُپ کيدو باندې اِجازت کيږې او که ولیؔ په خپله خبر نه وې وَرکړے نه ېٔ استاذے وراَستولی وې۔ بلکه يَو بَهَرنی سړې خبر ورکړو۔ او هغه خبر ورکؤنکې نيک او اِعتباری سړے وې يا دوه کَسان وې۔ بيا هم دَ جينیٔ په غلی کيدو نکاح صحيح کيږې۔ او که خبر ورکؤونکې اعتباری سړے نهٔ وې۔ نو بيا په چپ کيدو کار نهٔ کيږې۔ زبانې اِجازت حاصلول ضرورې دې۔ که زبانې اِجازت ورکړې يا څه داسې کار وکړې چې دَ هغې نه اِجازت معلوميږې۔ نو نکاح به ېٔ صحيح شې۔
نمبر۱۰۔ ددې برخې په اخر کښې په ص۵۱۳ وګوریٔ۔
نمبر۱۱۔ دغه حکم دَهلک هم دې که ځوان وې نو په هغه زبردستی نه شې کولی او ولیؔ بغير دَ اجازت نه نکاح نهٔ شې تړلی۔ که بې تپوسه ېٔ نکاح وُتړله ، نو هغه به په اجازت موقوفه وې۔ البته فرق دومره دې چې دَ هلک په غلی کيدو کار نه کيږې۔ زبانې اِجازت او په خوله وينا ضرورې ده۔
نمبر۱۲۔ که هلک يا جينیٔ نا بالغه وې نو هغوېٔ خود مختار نهٔ دې بغير دَ ولیؔ نه دَ هغویٔ نکاح نه کيږې۔که هغویٔ بغير دَ ولیؔ نه په خپله نکاح وُتړله نو دَ ولیؔ په اِجازت به موقوفه وې۔ که ولیؔ اِجازت ورکړو نو صحيح به شې که نه وې نه صحيح کيږې۔ او ولیؔ ته دَ هغویٔ دَ نکاح تړلو پوره اختيار دې۔ دَ هر چا سره چې ېٔ تړې۔ نابالغه جينیٔ يا هلک دغه نکاح په دغه وخت نشې رَد کولې۔ هغه جينیٔ پيغله وې او که مخکښې وادهٔ شوې وې او رخصتې ېٔ هُم شوې وې۔ (خو وې ناباغله) دَ دواړو حکم يو دې۔
نمبر۱۳۔ دَ نابالغه جينیٔ يا هلک نکاح که پلار يا نيکهٔ تړلې وې۔ نو دَ ځوانيدو نه پس هم دغه نکاح نه شې رَد کولی۔ دَ خپل سيال سره ېٔ تړلې وې، او که بی جوړه په کم ذات کښې وې په مَهرِ مثل ېٔ نکاح تړلې وې او که دَ مَهرِ مثل نه په کم په هر شکل نکاح صحيح ده۔ او دَ ځوانيدو نه پس ېٔ هم نشې ماتَولی۔
نمبر۱۴۔ که دَ پلار يا نيکهٔ نه علاوه بل ولیؔ نکاح تړلی وه او دَ چا سره چې ېٔ نکاح تړلې وه هغه په ذات کښې هم دَ هغې سره برابر وو۔ او مهر ېیٔ هم پُوره دَ مَهرِ مثل برابر تړلې وو۔ نو دغه نکاح په دغه وخت صحيح ده۔ خو دَ ځوانيدو نه پس هغویٔ ته اِختيار دې چې دا نکاح باقې پريږدې او که مسلمان حاکم ته نالش کوې او ماتَوې ېٔ۔ او که دغه ولیؔ نکاح دَ کم سيال سره تړلې وه۔ يا ېٔ مهرِمثل نه په کم ېٔ دَمهرِمثل نه ډير زيات تړلې وو۔نو دا نکاح نهٔ صحيح کيږې۔
نمبر۱۵،۱۶۔ ددې برخې په اخر کښې په ص۵۱۳،۵۱۴۔ وګوریٔ۔
نمبر۱۷۔ دَ قاعدې مطابق چې کوم ولیؔ ته دَ نابالغ دَ نکاح تړلو حق وو۔ هغه په مسافریٔ کښې وو۔ او دومره لرې وو چې که هغه ته انتظار کيږې يا ترې نه مشوره اخستې شې نو موقع به دَ لاس نه لاړه شې۔ او بيا به داسې ځاېٔ په لاس نهٔ راځې۔ نو په داسې وخت کښې په هغې ولیؔ پسې چې دَ چا درجه وې، هغه دا نکاح بغير دَ اِجازت نه تړلې شې۔ اوکه دومره لرې نه وې، نو بغير دَ هغې ولیؔ دَ اجازت نه ورته نکاح تړل نه دې پکار که وېٔ تړله نو دَ هغې ولیؔ په اجازت به موقوفه وې۔ چې هغه اجازت ورکړې هله به صحيح شې۔
نمبر۱۸۔ دغه شان دَ حقدار ولیؔ په موجودګیٔ کښې دويئم ولیؔ دَ نابالغ نکاح وُتړله نو هغه به دَ هغې حقدار ولیؔ په اجازت موقوفه وې۔ لکه حق خو ېٔ دَپلار وو او نکاح ېٔ نيکهٔ وتړله۔ يا حق ېٔ دَ ورور وو او نکاح ېٔ ترهٔ وُتړله۔ نو دا نکاح به ېٔ دَ هغې پلار يا ورور په اِجازت موقوفه وې۔
نمبر۱۹۔ که يَوه ښځه ليونیٔ وه۔ خپل عقل ېٔ نهٔ وو۔ دَ هغې پلار هم موجود وو۔ او ځوان ځوېٔ ېٔ هُم وو۔ او دَ هغې دويئمه نکاح تړلی شې۔ نو دَ هغې ولیؔ ځویٔ دې۔ په ولیؔ کيدو ځوېٔ دَ پلار نه وړومبیٔ دې۔
کوم خلق سره سيالان دې؟
نمبر۱۔ په شريعت کښې ددې ډير خيال ساتلې شوې دې۔ په نکاح دَ خپل سيال او برابر درجې خاندان کښې وُشې۔ دَ جينیٔ نکاح دَ داسې سړې سره نهٔ ده پکار چې په درجه کښې دَهغې سره برابر نهٔ وې۔
نمبر۲۔ دَبرابریٔ ډير قسمونه دې۔ (۱) په نسب کښې مساوې کيدل،په اسلام کښې، په دينداریٔ کښې، په مال کښې،په کسب کښې۔
نمبر۳۔ دَنسب برابرې داده چې شيخ،سيّد،علوی،انصاری خپلو کښې سيالان دې۔ اګر چې په دویٔ کښې دَ سيّد مرتبه ددې نورو نه زياته ده۔ خو که دَسيّد لُور دَ شيخ يا علوې يا انصاری خاندان کښې وادهٔ شوه۔ نو داسې نهٔ شو وئيلی چې دَ خپل سال سره ېٔ نکاح ونهٔ شوه بلکه دَ نکاح په حق کښې دا ټول سره دَ برابر درجې دې۔
نمبر۴۔ پښتانهٔ او مغل يو قوم دې۔ په خپلو کښې سيال دې۔ خو دَ سيدانو نه کَم دې۔ که دَ يو سيّد لور په يو پښتون وادهٔ شوه نو دا وئيلې شو چې په کَم ځاېٔ لاړه۔
نمبر۵۔ په نسب کښې اِعتبار دَ پلار دې۔ دَ مور هيڅ اِعتبار نشه که پلار ېٔ سيّد وې نو مور ېٔ هر څوک چې وې هغه به سيّد ګنړلې شې۔ او په درجه کښې به دَ نورو سيدانو سره برابر وې۔ البته دا بيله خبره ده چې دَ مور او پلار دواړهٔ سيدان او عالی خاندان وې په خلقو کښې به دَ هغهٔ عزت زيات وې ليکن دَ شريعت په احکامو کښې دواړهٔ يَو برابر دې۔
نمبر۶۔ دَ اِسلام اِعتبار صرف په عجمو کښې دې۔ په سيدانو ،علويانو او شيخانو کښې دَدې هيڅ اِعتبار نشته۔ ددې مطلب دادې چې کوم سړے په خپله مُسلمان شوې وې۔ پلار نيکهٔ ېٔ کافر وو هغه دَ هغې ښځې سيال نهٔ دې دَ کومې چې پلار نيکهٔ هم مسلمانان وې۔ او کوم سړے چې خپله هم مسلمان وې پلار ېٔ هُم مسلمان وې خو نيکهٔ ېٔ مسلمان نهٔ وو۔ هغه دَ هغې ښځې سيال نه دې دَ کومې چې پلار او نيکهٔ دواړهٔ مُسلمانان وې۔
نمبر۷۔ دَکوم سړې چې پلار او نيکهٔ دواړهٔ مُسلمانان وې خو نيکهٔ پلار ېٔ مُسلمان نه وې هغه دَ هغې ښځې سيال دې دَ کومې چې دَ نيکهٔ پلار هم مسلمان وې۔ خلاصه داده چې په اِسلام کښې دَ برابریٔ اِعتبار تر نيکهٔ پورې دې۔ ددې نه پس نشته۔
نمبر۸۔ په دينداریٔ کښې دَ بربریٔ مطلب دادې چې داسې سړے چې دَ مذهب پابند نهٔ وې۔ بدمعاش ، لُوچه، شرابی،او بدکار وې هغه دَ ديندارې او مذهب پابند ښځې سيال نهٔ شې کيدلی۔
نمبر۹۔ په مال کښې دَ برابریٔ مطلب دادې چې بلکل مفلس محتاج سړے دَ مالدارے ښځې سيال نشې ګنړلی۔ او که هغه سړے بلکل مفلس نهٔ وې څومره مَهَر چې دَ نقد ورکولو رواج وې هغه ورکولی شې او ضروری نفقه پيدا کولې شې۔ نو هغه په مال کښې سيال دې اګر چې هلک دومره مالدار نه وې څومره چې دَ جينیٔ کور مالدار وې۔
نمبر۱۰۔ په کسب کښې برابرې هم ضرورې ده لکه جولاه دَ درزې دَ جوړ نه دې۔ دغه شان نائی دَ دهوبی هم دَ درزې دَ جوړ نهٔ دې۔ او درزې دَ بزاز او تاجر دَ جوړ نهٔ دې۔ او بزاز او تاجر دَ قاضې او عالِم دَ جوړ نهٔ دې جولاهٔ نائی او دوهوبی په خپلو کښې سّيال دې۔
نمبر۱۱۔ ليونی او پاګل سړے دَ هوښيارۍ ښځې سيال نهٔ دې۔
دَ مَهَراَحکام
نمبر۱۔ دَ نکاح په وخت دَ مَهَر ذکر شوې وې که نهٔ نکاح صحيح کيږې۔ خو مهر به ورکوې۔ بلکه که څوک دا شرط وُلګویٔ چې بی دَ مَهَر نه نکاح تړو مهر به نه ورکوؤ۔ بيا به هم مَهَر ورکوې۔
نمبر۲۔ دَ مَهَر کم نه کم مقدار لس دِرهم يعنی پاؤ کم درې روپیٔ تول (درې ماشې کم درې تولے) شپين زر دې، او دَ زيات څه حد نشته چې چا څومره مقرر کړو، خو ډير زيات مهر مقرر کول ښهٔ کار نهٔ دې۔ نو که چا يوه روپیٔ يا اتهٔ انی مهر تړلی وې۔ هغه به هم دَ پاؤ کم درې روپو تول سپين زر يا دَ هغې قيمت ورکوې۔ په شريعت کښې ددې نه کَم مَهَر نشته۔ او که چا دَ رُخصتیٔ نه مخکښې طلاق ورکړو نو نيم مَهَر به ورکوې۔
نمبر۳،نمبر۴، نمبر۵، نمبر۶۔ ددې برخې په اخر کښې په ص۵۱۴،۵۱۵ وُګوریٔ۔
نمبر۷۔ که دَ نکاح په وخت دَ مَهَر څهٔ ذکر نه وو راغلې يا ېٔ په دې شرط نکاح تړلې وه چې مهر به ېٔ هيڅ نه وې۔ بيا په دواړو کښې يَو کَس مړشې۔ يا دواړه سره ځانته ځاېٔ کښې داسې بيل شو څنګه چې په شريعت کښې معتبر دې(ددې بيان په اخر دَ کتاب راځې) نو مَهَر به وکوې۔ دَ څومره مَهَر رواج وې واجبيږې۔ او که دې ښځې ته ېٔ دَ داسې ځانته کيدو نه مخکښې طلاق ورکړو، نو بيا ېٔ دَ مَهَر څه حق نشته۔ صرف يوه جوړه جامې ورکول په سړې واجب دې۔ که ورنهٔ کړې نو ګُنهګار به وې۔
نمبر۸۔ جوړه کښې څلور جامې ضرورې دې، قميصؔ، پرتوؔګ،لُوپټؔه، يا ساړیٔ، دَ کوم څيز چې رواج وې۔او يو څادرؔ چې دَ سَر نه تر پښو ورکښې پټيدې شې۔ ددې نه علاوه ورباندې نور څه نشته۔
نمبر۹۔ دَ سړې چې څنګه حيثيت وې۔ هغه شان جامې ورکول پکار دې که غريب سړے وې نو نارينی جامې که لږ ښه وې نو ټسرې جامې او که مالدار وې نو ريښمينې قيمتې جامې به ورکوې۔ خو په هر حالت کښې به دا خيال ساتلې شې۔ چې ددې جامو قيمت دَ يوې روپیٔ شپږ انو تول سپينو زرو نه کم نه شې۔ او دَ مَهرِ مثل دَ نيمے نه زيات نه شې۔ زيات په دې سړې واجب نه دې۔ هسې که په خپله خوښه ډيرې قيمتې جامې ورکوې هم ورکولې شې۔
نمبر۱۰۔ که دَ نکاح په وخت کښې مهر نه وو مقرّر شوې، خو بيا وروستو ښځې خاوند په خپله خوښه څه مهر مقرّر کړو، نو اوس به مهرِ مثل نه ورکوې۔ بلکه دویٔ چې په خپله خوښه څه مقرّر کړې دغه به ورباندې ورکول واجب وې۔ البته که ځانته ځاېٔ کښې دَ بيليدو نه مخکښې ېٔ طلاق ورکړو، نو بيا دَ دغې مَهَر حقداره هم نه ده۔ صرف يَوه جوړه جامې به ورکوې څنګه چې مخکښې بيان شو۔
نمبر۱۱۔ دَ نکاح په وخت ېٔ سل(۱۰۰) روپیٔ يا زر روپیٔ دَ خپل حيثيت مطابق څهٔ مَهَر مقرّر کړو، بيا ورته خاوند په خپله خوښه څهٔ مَهَر زيات کړو چې مثلاً يو نيم زر به درکوم نو خاوند چې په خپله خوښه څومره روپیٔ په مَهَر کښې زياتې کړے۔ دغه ورکول پرې واجب شو۔ البته که ځانته ځاېٔ کښې دَ بيلدو نه مخکښې ېٔ طلاق ورکړو نو دَ اَصل مهر نيمه به ورکوې۔ کوم چې دَ نکاح په وخت څرګند شوې وو۔ دَ ورستی زياتې به څهٔ نه ورکوې۔ او که ښځې په خپله رضا سړې ته دَ مَهَر څهٔ حصه معاف کړه۔ يا ېٔ ورته ټول مَهَر معاف کړو۔ نو څومره چې ېٔ معاف کړې وې۔ دغه معاف شو اوس ېٔ ښځه بيا تقاضا نه شې کولې ۔
نمبر۱۲۔ او که خاوند په زور،په دهمکیٔ او په تنګَولو ورباندې مَهَر معاف کړو، نو دا نهٔ معاف کيږې۔ اوس هم دَهغه په ذمه ورکول واجب دې۔
نمبر۱۳۔که په مَهَر کښې ېٔ روپیٔ يا سرهٔ يا سپين زر هيڅ مقرر نهٔ کړل بلکه کلی،زمکه،يا باغ ېٔ مقرّر کړو، نو دا هم صحيح دې او هغه څيز به ورکوې کوم چې ذکر شوی دې۔
نمبر۱۴۔ که په مَهَر کښې اَس،هاتی،غوا،ميښه،يا بل څه څاروی مقرّر کړو نو دا هم صحيح دې۔ او که متعيّن څاروے نه وې۔ چې ”دا غوا“يا ”دا ميښه“ نو دَ درميانه قيمت څاروې به ورکوې، چې نه ډير ګران وې او نه کم قيمته يا به دَ درميانه څاروې قيمت ورکوې،او که دا ېٔ نهٔ وې وئیلې چې کوم څاروې به ورکوم۔ غوا يا ميښه يا ګډه، خو تش دا ېٔ وئيلې وې چې يَو څاروې به درکوم۔ نو دا مَهَر صحيح نه دې۔ دَ دې په ځاېٔ ورباندې مَهرِمثل ورکول واجب دې۔
نمبر۱۵ ”او“نمبر۱۶۔ ددې برخې په اخر کښې په ص۵۱۵،۵۱۶ وګوریٔ۔
نمبر۱۷۔ په کوم وطن کښې چې دا رواج وې چې په وړومبیٔ شپه ټول مَهَر ورکوې۔ هلته ښځې ته اِختيار دې چې وړومبیٔ شپه دَ مَهَر تقاضا وُکړې۔ که په وړومبیٔ شپه ېٔ ونهٔ کړه۔ نو چې کله هغې تقاضا وکړه ورکویٔ به ېٔ دَ حِصارَولو حق ورته نشته۔
نمبر۱۸۔ په دې ملک کښې دا رواج دې چې دَ مَهَر لين دَين دَ طلاق يا دَ خاوند دَ مرګ نه پس کيږې۔ که سړے مړ شې نو ښځه دَ هغهٔ په مال کښې دَ مَهَر دعوه کوې۔ او که ښځه مړه شې نو دَ هغې وارثان دَ خاوند نه دَ مَهَر تقاضا کوې۔ او ښځه خاوند خپله چې څومره ژوندې وې نه څوک مَهَر ورکوې او نهٔ ېٔ څوک تقاضا کوې۔ نو په داسې ملک کښې چرته چې عام رواج دَغَسې وې ښځه دَ طلاق نه مخکښې دَ ټول مَهَر دَ وصولیٔ دعوه نه شې کولې۔ البته څومره چې نقد ورکول رواج وې، دَ هغې دعوه کولې شې۔ او چې په کوم ملک کښې دا رواج نه وې بلکه ښځه دَ خاوند نه دَ مَهَر تقاضا په عامو حالاتو کښې هم کوې۔ نو هلته کښې دعوه کولې شې۔
نمبر۱۹۔ دَدې برخې په اخر کښې په ص۵۱۶ وُګوریٔ۔
نمبر۲۰۔ دَ مَهَر په نيت چې خاوند ښځې ته څهٔ ورکړل۔ هغه هومره حِصّه مَهَر ېٔ اَدا شو۔ دا ضرورې نه ده چې دَ ورکولو په وخت کښې ښځې ته وُوائی چې دا په مهر کښې درکوم۔
نمبر۲۱۔ که سړې څه شی په مَهَر کښې ورکړې وو، ليکن دَ ښځې دعوه وه چې دا خو تا ماته هسې راکړې وو په مهر کښې نه وو۔نو اِعتبار دَ سړې دَ خبرې دې البته که هغهٔ څهٔ دَ خوراک څښاک شیٔ وو نو سړې دَ خبری اِعتبار نشته۔ دا به په مَهَر کښې نهٔ حسابيږې۔
دَ مَهرِ مِثل اَحکام
نمبر۱۔ دَ مَهرِ مثل يا خاندانی مَهَر مطلب دا دې چې په هغه ټبر کښې دَ هغې په شان جينیٔ چې په څومره مهر نکاح شوې وې هغومره مَهَر ددې دَ پاره مَهرِمثل دې۔ دَ دې په شان جينیٔ نه مطلب دادې چې په عُمر،ښائست، هوښيارتيا او سليقه، دينداریٔ، پيغلتوب، مالداریٔ او وطن کښې سره يَو شان وې۔
نمبر۲۔ دَ ټبر نه مطلب دادې چې دَ هغې خور،دَ ترهٔ لور يا دَ ترور لُور وې په مَهرِمثل کښې دَ مور دَ مَهر څهٔ اِعتبار نشته۔ البته که مور ېٔ هُم دَ پلار دَ ټبر نه وه۔ لکه دَ پلار دَ ترهٔ لُورېٔ وه نو بيا دَ هغې مهر هم ددې دَ پلار مَهرِمثل کيدې شې۔
دَ کافِرو نِکاح
نمبر۱۔کافر چې دَ خپل مذهب په اِعتبار په کومه طريقه نکاح کوې هغهٔ په شريعت کښې معتبره ده۔ او که هغه دواړه سره په يو ځاېٔ مسلمانان شې، نو دَ دوباره نکاح تړلو حاجت ېٔ نشته۔ هم هغه نکاح ېٔ کافې ده۔
نمبر۲۔ که په دواړو کښې يَو کَس مسلمان شو نو نکاح ېٔ ماته شوه اوس ورته دَ ښځې خاوند په شان وسيدل جائز نهٔ دې۔
نمبر۳۔ دَدې برخې په اخر کښې په ص۵۱۶ وُګوریٔ۔
پَه ښځو کښې دَ بَرابریٔ حُکم
نمبر۱۔ دَ کوم سړې چې دَ يَوې نه زياتی ښځې وې ۔ هغهٔ باندې واجب دې ، چې دَ ټولو سره يَو شان سلوک کوې۔ يَوې ښځې ته چې څومره خرڅ ورکوې، بله هُم دَ هغې هومره خرڅ حقداره ده۔ که يَوه ېٔ پيغله وادهٔ کړې وې، او دَ بلې دويئم وادهٔ وې۔دَ ټولو يو حُکم دې، څومره شپې چې دَ يَوې سره تيرَوې هغومره شپې به دَ بلې سره هُم کوې۔ او چې څومره کالې جامې يوې ته ورکوې دَ دغه هومره هغه بله هم حقداره ده۔
نمبر۲۔ کومه ښځه چې ېٔ نوې وادهٔ کړې وې۔ او کومه چې مخکينیٔ وې دَ دواړو په حق کښې څه فرق نشته۔
نمبر۳۔ برابری صرف دَ شپې په تيرَوو کښې ده دَ ورځې ضرورې نه ده، که دَ ورځې دَ يَوې سره زيات وخت تير کړې او دَ بلې سره کم،نو څهٔ حرج نشته۔ البته که دَ شپې يو کورته دَ ماښام دَ سره لاړو او بل کور ته دَ ماسخوتن نه پس، نو ګنهګار به وې۔ او کوم خلق چې دَ شپې نوکرې کوې لکه څوکيدارن وغيره دَ هغویٔ دَ پاره دَ ورځې په اوقاتو کښې دَ برابریٔ حکم دې۔
نمبر۴۔ ددې برخې په اخر کښې په ص۵۱۷ باندې وُګوریٔ۔
نمبر۵۔ سړے که جوړ وې او که ناجوړه دَ شپی په اوسيدو کښې به دَ برابریٔ خيال ساتی۔
نمبر۶۔ که مينه ېٔ دَ يوې ښځې سره زياته وې او دَ بلې سره کمه۔ نو دَدې څه ګُناه نشته ځکه چې زړهٔ دَ چا په اِختيار کښې نه دې۔
نمبر۷۔ سفر ته په تلو کښې بربری واجب نهٔ ده۔ کومه ښځه چې ېٔ خوښه وې دَ ځان سره بوتلې شې۔ خو دا به ښه وې چې قُرعه واچوې او چې دَ چا نوم راوُوتو نو هغه ځان سره بوزې چې دَ بلې په زړهٔ کښې خفګان رانشې۔
دَ پيئو وَرکؤلواَحکام
نمبر۱۔ چې وړوکی پيدا شې نو په مور باندې پیٔ ورکول واجب دې۔ البته که پلار ېٔ مالدار وې۔ دائی ورته نيولې شې نو په نهٔ ورکولو کښې څهٔ ګُناه نشته۔
نمبر۲۔ دَ بل چا وړوکې ته دَ خاوند دَ اِجازت نه بغير پیٔ ورکول جائز نهٔ دې۔ البته که څوک وړُوکی دَ لوږی نه لَتی ټکوې او مړ کيدو خطره ېٔ وې۔ نو په داسې وخت کښې بی اِجازته هم ورکولې شې۔
نمبر۳۔ دَ پيو ورکولو اخرې حد دوه(۲) کاله دې دَ دوه ؤ کالو نه پس وړُوکی ته پیٔ ورکول حرام دې۔
نمبر۴۔ که وړوکی نور خوراک کولو او دَ دوه ؤ کالو نه مخکښې چا دَ پيئو نه منع کړو نو نقصان نشته۔
نمبر۵۔ وړوکی چې دَ کومې ښځې پیٔ وڅښل هغه ېٔ مور شوه۔ او دَ هغې ښځې خاوند دَ چا دَ بچی چې دا پیٔ دې، ددې وړوکی پلار شو۔ او دَ هغې اولاد دَدې وړَوکې ورونړه خويندی شو۔ دَ هغویٔ سره ېٔ نکاح حرام ده۔ کومې رشتی چې دانسب په لحاظ حرامې دې هم هغه رشتی دَ پئو په لحاظ هم حرامی دې۔
دَ ډيرو عالمانو فتویٰ داده چې دَ پئو په وجه حرمت هله ثا بتيږې چې وړوکی دَ دوهٔ ؤ کالو دَننه پیٔ وڅښې۔ که دَ وړوکی عُمر دَ دوه ؤ کالو نه زيات وو۔ او بيا ېٔ دَ يوې ښځې پیٔ وڅښل نو دَ دې هيڅ اِعتبار نشته۔ نه ېٔ دا ښځه مور کيږې۔ او نهٔ ېٔ دَ هغې اولاد ورونړه خويندې کيږې۔ ليکن اِمام اعظمؒ فرمائی که دَ دوه نيمو کالو دننه ېٔ پیٔ رؤدلی وې نو هُم دغه ښځه ېٔ مور کيږې۔ او د َپئو ټولې رشتې ورباندې جوړيږې۔ البته که وړوکی دَ دوه نيمو کالو نه زيات وو نو دَ هغې هيڅ اِعتبار نشته۔ بې خطره ېٔ نکاح صحيح کيږې۔
نمبر۶۔ پیٔ چې دَ وړوکې دَ حلق نه تير شې نو هغه ټولې رشتې ورباندې حرامې شې کومې چې په نسب کښې حرامې دې۔ پیٔ لږ غوندې وې ، او که ډير په دې څهٔ فرق نهٔ راځې۔
نمبر۷۔ که وړُوکی پیٔ دَ سينی نه نهٔ وې څښلې بلکه هغې ښځې په څهٔ لوښې کښې لوشلی وې۔ او په خوله کښې ورواچوی۔ بيا هم ورباندې هغه ټولې رشتې حراميږې۔ کومې چې په نسب کښې حرامې دې هم دغه شان که پیٔ ورته په پوزه کښې واچوې نو ټولې رشتې ورباندې حراميږې او که په غوږ کښې ورته واچوې نو دَ هغې هيڅ اِعتبار نشته۔
نمبر۸۔ که دَ ښځې پیٔ په اوبو کښې يا په څهٔ دارو کښې ګډ وړوکې ته ورکړې شې۔ نو کتې به شې چې پیٔ زيات دې که اوبهٔ او که دواړه برابر دې۔ که پیٔ زيات وې يا برابر وې۔ نو دا ښځه ېٔ مور شوه۔ او ټول احکام دَ پئو به جارې کيږې۔ او که اوبهٔ زياتی وې نو بيا ېٔ څهٔ اعتبار نشته۔
نمبر۹۔ که دَ ښځې پیٔ دَ غوا يا دَ ګډې بيزے دَ پئو سره ګډ ورکړی شې۔ نو کتی به شې چې دَ ښځې پیٔ زيات دې که برابر دې۔که دَغوا ،ګډے بيزے پیٔ زيات دې۔ که دَ ښځې پیٔ پرې زيات وو يا برابر وو نو هغه وړُوکی ېٔ ځوېٔ شو او دَ پئو ټول احکام به جارې کيږې۔ او که دَ غوا بيزے پرې زيات وو نو دَ هغې هيڅ اعتبار نشته۔ داسې دې لکه چې هډو څښلې ېٔ نه وې۔
نمبر۱۰۔ که دَ پيغلې جينیٔ په سينه کښې پیٔ راغلو او چا وړوکی وڅښل نو هغه ېٔ مور شوه۔ او دَ پئو ټول اَحکام به پرې جارې کيږې۔
نمبر۱۱۔ که دَ مړے ښځې دَ سينی نه چا پیٔ راوويستل او وړوکې ته ېٔ ورکړل نو هغه ېٔ مور شوه۔
نمبر۱۲۔ دوه ؤ وړو که دَ يوې بيزے نه پېٔ رودلې په هغې هغه دواړه نه ورور خور کيږې۔
نمبر۱۳۔ يو ځلمی که دَ خپلې ښځې دَ سينی نه پیٔ وُڅښل نو هغه پرې نه حراميږې خو دا ډير بدکار دې۔ دَ دوؤ کالو نه پس دَ بنيادم پیٔ څښل حرام دې۔
نمبر۱۴۔ يو هلک او جينیٔ دَ يوې ښځې پیٔ وڅښل نو دا دواړه خپلو کښې نکاح نه شې کولې۔ په يو ځاېٔ دواړو څښلې وې او که يَو مخکښې او دويئم په ډيره موده پس دَ دواړو حکم يو دې ۔
نمبر۱۵۔ يوې جينیٔ دَ خالدؔ دَ ښځې پیٔ اورودل ۔ نو هغه جينیٔ اوس نه دؔ خالد سره نکاح کولې شې ۔ نهٔ دَ خاؔلد دَ پلار سره او نه دَ خالؔد دَ اولاد سره بلکه دَ خالؔد کوم اولاد چې دَ بلې ښځې نه وې دَ هغې سره هم نه شې کولې ۔
نمبر۱۶۔ يَو هلک عباسؔ دَ خديجیؔ پیٔ وڅښل دَ خديجیؔ دَ خاوند دَ قادرؔ بله ښځه وه زينؔب ،چې قادر ورته طلاق ورکړی وو۔ دغه زينؔب هم دَ عباسؔ سره نکاح نشې کولې۔ ځکه چې عباسؔ دَ هغې دَ خاوند ځوېٔ دې۔ او دَ خاوند دَ اولاد سره نکاح نه کيږې۔ هم دغه شان که دغه عباسؔ خپله ښځه پريږدې نو هغه دَ قادرؔ سره نکاح نشې کولی۔ ځکه چې قادرؔ هغې سخر کيږې۔ او دَ قادرؔ خور هم دَ عباسؔ سره نکاح نه شې کولې ، ځکه چې هغه دَ عباسؔ ترور کيږې۔ خواه هغه دَ قادرؔ سَکه خور وې که دَ پئو شريکه خور ېٔ وې۔ دَ دواړو يَو حکم دې۔ البته دَ عباسؔ دَ خور سره قادرؔ نکاح کولې شې۔
نمبر۱۷۔ دَ عباسؔ خور وه ساجدهؔ ،ساجدهؔ دَ يوې ښځې پیٔ څښلی دې خو عباسؔ نه دې څښلې نو دَ دغې ښځې سره چا چې ساجدې ته پیٔ ورکړې دې عباسؔ نکاح کولې شې ځکه چې هغه دَ ساجدېؔ مور خو ده ليکن دَ عباسؔ مور نهٔ ده۔
نمبر۱۸۔ دَ عباسؔ ځویٔ دَ يوې ښځې زاهدیؔ پَیٔ څښلی دې نو دَ زاهدیؔ سره دَ عباؔس نکاح صحيح ده۔
نمبر۱۹۔ قاؔدر او ذاکؔر دوه ورُونړه دې۔ او دَ ذاکر يوه دَ پئو شريکه خو ده۔ نو دَ قاؔدر سره دَ هغې نکاح جائزه ده او دَ ذاکؔر سره ېٔ ناجاؔيزه ده۔
نمبر۲۰۔ دَ يو هلک او جينیٔ نکاح تړلې شوه چې يوه ښځه راغله وائی چاے ما دې دواړو ته پیٔ ورکړې دې۔ او سِوا دَ دغې ښځې نه بل هيڅوک هم دا بيا نه کوې۔ نو دَ يوې ښځې په وَينا دَ پيو رشته نه ثابتيږې۔ ددې دواړو نکاح صحيح ده۔ څو پورې چې دوه معتبر ديندار سړې يا يو سړے او دوهٔ ښځې دَ پئو څښلو ګواهې ورنهٔ کړې۔ دَ پئو دَ رشتې ثبوت نه کيږې۔ البته که يَو سړے او يَوه ښځه ګواهې کوې۔ يا دوه درې ښځې ګواهې کوې خو سړے ورسره نه وې او زړهٔ هم دا ګواهې ورکوې چې دویٔ به رښتيا وائی۔ نو ښه داده چې نکاح ونه کړې۔ ځکه چې خواه مخواه په زړهٔ کښې شک پريوځې۔او که بيا ېٔ هم نکاح وکړه نو نکاح ېٔ صحيح ده۔
نمبر۲۱۔ دَ ښځې پیٔ په دارو کښې اَچول جائز نه دې۔ که چا اَچولی وې نو دَ هغې دارو خوړل يا لګول حرام دې۔ دَ بنيادم دَ پئو نه هَيڅ قِسم نفع اَخستل او په کار راوستل جائز نهٔ دې۔
دَ طلاق اَحکام
نمبر۱۔ خاوند چې بالغ وې او ليونی نهٔ وې۔ دَ هغهٔ په طلاق ورکؤلو ښځه طلاقيږې۔ او کوم هلک چې لا بالغ نهٔ وې۔ يا ليونی وې عقل ېٔ پهٔ ځاېٔ نهٔ وې۔ دَ هغهٔ په طلاق اَچَولو ښځه نهٔ طلاقيږې۔
نمبر۲۔ دَ اُودهٔ سړې دَ خولی نه که اووځې چې ”تهٔ طلاقه ېٔ“ يا اووائی“ په ما ښځه طلاقه ده“۔ دَ خوب په دې وَينا طلاق نه شې اَچَولی۔
نمبر۳۔ که چا په زور زياتی په چا باندې طلاق واچَولو۔ په وَهَلو ټکولو يا دَ مرګ په دَپکو دَ خولی نه طلاق اُوويستو نو طلاق واچَولې شو۔
نمبر۴۔ که چا دَ شرابو په نشه کښې ښځې ته طلاق ورکړو چې په هوش شو، پښيمانه وو بيا هم طلاق اَچولې شوې دې۔ هم دَغَسې که په غصه کښې چا طلاق ورکړو، هم صحيح دې۔
نمبر۵۔ دَ خاوند نه سِوا بل چاته دَ طلاق ورکولو حق نشته۔ البته که خاوند ېٔ چاته وئيلې وې چې ”ځما ښځې ته طلاق ورکړه“ نو بيا ورکولې شې۔
دَ طلاق وَرکولو اَحکام
نمبر۱۔ دَ طلاق ورکولو اختيار صرف سړې ته دی۔ چې سړې طلاق ورکړو نو طلاق پريوتو۔ دَ ښځې ورکښې څهٔ اختيار نشته۔ دَ هغې خوښه وې او که نه وې او ښځه سړې ته طلاق نه شې ورکولی۔
نمبر۲۔ سړې ته دَ درې طلاقو ورکولو اختيار دې۔ ددې نه زيات نشته۔ که چا څلور پنځه طلاقه ورکړل۔ هغه به هم په درې طلاقو حساب وې۔
نمبر۳۔ سړې چې په خوله اُووی چې ما خپلې ښځې ته طلاق ورکړو دومره په زوره ېٔ اُووی چې خپله ېٔ هغه الفاظ واؤريدو۔ دَ طلاق دَ پاره دغه هومره کافې ده۔دا الفاظ ېٔ يواځې ځان ته په تنهايیٔ کښې وئیلې وې او که دَ نورو خلقو مخکښې ېٔ وئیلې وې۔ دا الفاظ ښځې اؤريدلی وې او که نهٔ ېٔ وې اؤريدلی، طلاق به ورته پريوزې۔
نمبر۴۔ طلاق په درې قسمه دې۔ يو طلاق داسې دې چې په هغې باندې صرف نکاح ماتيږې۔ که هغه سړے بيا ستومانه شې۔ او هغه ښځه دَ ځان سره ساتل غواړې او هغه ښځه هم راضې وې۔ نو بيا به دَ سره دوباره نکاح تړې۔ دې ته ”طلاقِ بائِن“ وئيلې شې۔ دويئم طلاق داسې دې، چې په هغې کښې نکاح داسې ماته شې۔ چې بيا صرف په نکاح تازه کولو کار نه کيږې۔ چې دَ بل سړې سره نکاح وُتړې هغه ورسره نِزديکت وُکړې۔او بيا ورته طلاق ورکړې۔ او عدت ېٔ تير شې۔ نو هله ورسره دا سړے بيا نکاح تړلی شې۔ داسې طلاق ته ”طلاق مغلّظ“ وائی۔ دريئم داسې طلاق دې چې په هغې کښې نکاح هم په وخت نه ماتيږې۔ په صفا الفاظو کښې يَو يا دوه طلاقَ ورکولو نه پس که سړے ستومانه شې۔ او هغه ښځه ځان سره ساتل غواړې نو څو پورې چې عِدّت نهٔ وې پوره شوی، بغير دَ نکاح تازه کولو نه همدغه شان لکه دَ ښځې وکړې وسيدې شې۔ البته که هغه سړے په خپله اراده قايئم وو۔ ا ودَ طلاق عدّت تير شو۔ نو اوس دَ دواړو نِکاح ماته شوه۔ ښځه به ترې نه جدا کيږې۔ تر څو پورې چې عدّت ته وې پوره شوې سړې ته اِختيار دې چې طلاق نه واپس کيږې او که نه واپس کيږې۔ داسې طلاق ته ”رجعی“ وئيلې شې۔ البته دَ درې طلاقو ورکولو نه پس سړې ته دَ واپس کيدو اختيار نشته۔
نمبر۵۔ دَ طلاق ورکولو دوه طريقې دې۔ يَو خو دا چې په صفا الفاظو کښې وُوائی لکه ”ته په ما طلاقه ېٔ“ تاته مې طلاق درکړو“ خپلې ښځې ته مې طلاق ورکړو“ په ما دې خپله ښځه طلاقه وې“ وغيره۔ داسې صفا الفاظ چې په هغې کښې دَ طلاق نه علاوه دَ بل څهٔ معنیٰ ګنجائش نهٔ وې۔ داسې طلاق ته ”طلاقِ صريح“ وئيلې شې۔ دويئم دا چې په ګول مول الفاظو کښې وُوائی۔ چې دَ هغې نه دَ طلاق مطلب هم اَخستې شې۔ او بله معنیٰ ېٔ هم راؤوځې۔ لکه څوک وُوائی۔”ته مې دَ ځانه جُدا کړی“۔ ددې مطلب دا هم کيدې شې چې طلاق مې تاته درکړو۔ دَ خپلې نکاح نه مې اُوويستې۔ او دا مطلب ېٔ هم کيدې شې۔ چې طلاق مې نهٔ دې درکړې خو دَ ځان سره به دې نه ساتم۔په بيل کور کښې به وُسې يا دَ پلار کره به وُسی۔ يا لکه وُوائی” ددې نه پس ستا ما سره څهٔ کار نشته“۔ ما تهٔ بيله کړی“ تهٔ ځما نه جُدا ېٔ“۔ ځما دَ کور نه اُووځه“۔”ځما نه لرې شه“۔ ځَه دَ خپل مور پلار په سر کښينه“۔ اوس ځما او ستا جوړنه راځې“۔ يا ددې قِسمه نور الفاظ چې دَ هغې نه دواړه مطلبه اخستې شې۔ په داسې الفاظو طلاق ورکولو ته ”طلاقِ کنائی“ وائی۔
نمبر۶۔ که په صفا الفاظو کښې ېٔ طلاق ورکړو، نو دَ الفاظو دَ خولې نه وتو سره طلاق پريوځې۔ دَ طلاق ورکولو نيت ېٔ وو او که نه وو بلکه په ټوقو خندا کښې يا په غصه کښې ېٔ الفاظ وئیلې وو۔ که په صفا الفاظو کښې ېٔ يو ځل بيا وئيلې وو چې په ما طلاقه ېٔ۔ نو يَو طلاق پريوځې۔ دا دَ دريئم قسم طلاق وې۔ يعنې عدّت ختميدو نه مخکښې سړې ته اختيار وې چې دَغَسې طلاق پريږدې او که واپس کيږې ترينه او ښځه دَ ځان سره ساتې۔ البته که درې ځله ېٔ وُوې چې ”په ما طلاقه ېٔ“۔ په ما طلاقه ېٔ“”په ما طلاقه ېٔ“ يا ېٔ وُوې چې ”په ما درې ځله طلاقه ېٔ“۔(يا لکه چې دَ پښتنو رواج دې”په ما به درې کانړې طلاقه ېٔ“ درې کانړې وُغورزَوې او که تش په خوله وُوائی په داسې وخت کښې درې طلاقه پريوځې۔ او نکاح ېٔ ماته شې۔ دَ واپس کيدو اختيار ورته نشته۔
نمبر۷۔ که چا يو طلاق ورکړې وو۔ نو دَ عدّت تر ختميدو پورې ورته دَ دويئم او دريئم طلاق ورکولو اختيار دې۔ که درې ېٔ کړو نو پريوځې۔
نمبر۸۔ که چا داسې وُوې چې ”تاته به طلاق درکړم“ په دې طلاق نهٔ پريوځې۔ همدغه شان که وُوائی”که فلانې کار دې وُکړو نو طلاق به درکړم“ هم طلاق نهٔ پريوځې هغه کار وکړې او که نهٔ البته که داسې ېٔ وُوې چې که”فلانې کار دې وکړو نو په ما طلاقه ېٔ“۔ نو که هغه کار ېٔ وکړو طلاق به ورته پريوځې۔
نمبر۹۔ که چا دَ طلاق ورکولو سره اِنشاءالله وُوې نو طلاق نهٔ پريوځې البته که دَ طلاق ورکولو نه پس لږ حصار شو۔ او بيا ېٔ اِنشاءالله وُوې نو طلاق به پريوځې۔ که داسې ېٔ وُوې چې ”که دَ خداېٔ خوښه وې نو ته په ما طلاقه ېٔ“ په دې هُم طلاق نهٔ پريوځې۔
نمبر۱۰۔ که يَو سړې ښځې ته اواز وکړو چې ”يه طلاقے“ اګر چې په ټوقه ېٔ کړې وې۔ هغه پرې طلاقه شوه۔ البته که هغه ښځه دَ دهٔ نه مخکښې بل خاوند طلاقه کړې وه۔ او دې سړې وُوې۔ چې ما درته په دغې غرض داسې اواز کړې دې نو بيا نه طلاقيږې۔
نمبر۱۱۔که يَو سړې ښځې ته وُوې”که ته پيښور ته لاړې نو په ما طلاقه ېٔ “۔ څو پورې چې هغه پيښور ته نه وې لاړه نهٔ طلاقيږې۔ چې کله لاړه شې نو طلاقه به شې۔
نمبر۱۲۔ که يو سړې په صفا الفاظو طلاق نهٔ وو ورکړې ۔ ګول مول الفاظ ېٔ وئيلې وو۔ نو که ددې الفاظو وئيلو په وخت دَهغه نيت دَ طلاق وو۔ نو ”بائن طلاق“ به پريوځې۔ اوس چې ېٔ څو پورې دوباره نکاح نه وې تړلې۔ دَ ښځې خاوند په شان وسيدو اِجازت ورته نشته۔ او که دَ طلاق نيت ېٔ نه وو۔ بله معنیٰ ېٔ مطلب وه نو طلاق به نهٔ پريوځې۔البته که دَ حالاتو نه داسې معلوميده چې نيت ېٔ دَ طلاق وو خو اوس دروغ وائی۔ نو ښځې ته پکار دې چې ځان مطلّقه فرض کړې۔ او د َخاوند نه جُدا وسيږې۔ لکه که ښځې ورته په غصه کښې وئيلې وو۔ چې ځما ستا ګُذاره نهٔ کيږې۔ ماته طلاق راکړه۔ او هغهٔ ورت وُوې چې ”ځهٔ ما پريښوی“ نو ددې ظاهر مطلب هم دغه دې چې طلاق ېٔ وَرکړو۔اوس که هغه وائی چې ځما دَ پريښولو نه مطلب طلاق نه وو۔ هم ښځه دې داسې فرض کړې، چې طلاق ورکړې شوې دې۔
نمبر۱۳۔ که چا درې ځله په صفا الفاظو ووې چې” ته په ما طلاقه ېٔ۔ په ما طلاقه ېٔ،په ماطلاقه ې“۔ نو درې طلاقه پريوتل۔ او که په ګول مول الفاظو کښې ېٔ درې ځله وئيلې وو۔ او نيت ېٔ دَ طلاق وو نو هم به درې طلاقه پريوځې۔ اوکه په ګول مول الفاظو کښې ېٔ درې ځله وئيلې وو خو نيت ېٔ دَ يَو طلاق وو۔ صرف دَ پوخوالی دَ پاره ېٔ درې ځله وئيلې وو نو يو طلاق به پريوځې۔ خو ښځې ته خو دَ هغهٔ دَ نيت علم نشته۔ څو پورې چې خبره څرګنده شوې نه وې ښځې ته پکار دې چې درې طلاقه ېٔ فرض کړې۔
دَ وادهٔ نه مخکښې طلاق
نمبر۱۔ که نکاح ېٔ شوې وه خو لاېٔ ډولیٔ نهٔ وه وُړې چې خاوند طلاق ورکړو۔ يا ېٔ ډولیٔ هُم وُړې وه خو ښځه خاوند سره ځان ته يواځې شوې نهٔ وُو۔ (ښځه خاوند چې په داسې ځانته ځاېٔ کښې جُدا شې چې بل څوک ورسره نهٔ وې دغه هومره کافې ده۔ دې ”ته خلوت صحيحه“ وائی ۔ مترجم او په تنهايیٔ کښې دَ يو ځاېٔ کيدو نه مخکښې خاوند طلاق ورکړې۔ په داسې ښځه”طلاق بائِن“ پريوځې۔ په صفا الفاظو کښې ېٔ ورکړې وې او که په ګول مول الفاظو کښې ۔ او دَ داسې ښځې دَ پاره دَ طلاق نه پس دَ عدّت تيرَولو ضرورت هم نشته۔ په هغه وخت دَ بل سړې سره نکاح کولې شې۔ داسې ښځې ته دَ يَو طلاق نه پس اوس بيا دويئم او دريئم طلاق نهٔ شې ورکولې۔ که ورکړې هم نو څه اثرېٔ نشته۔ البته که په وړومبی ځل اُووائی چې تهٔ په ما دوه ځله طلاقه ېٔ يا درې ځله طلاقه ېٔ۔ نو چې څومره ېٔ وئيلې وې هغه هومره به پريوځې۔ او که داسې ېٔ اُووې چې”تهٔ په ما طلاقه ېٔ،طلاقه ېٔ،طلاقه ېٔ، نو داسې ښځې باندې يَو طلاق پريوځې۔ درې نه پريوځې۔
دَ درې طَلَاقو اَحکام
نمبر۱۔ که چا خپلې ښځې ته درې طلاقه ورکړل نو اوس دا ښځه په دې سړې بلکل حرامه شوه۔ اوس چې ېٔ څو پورې بل سړې سره نکاح نه وې کړې او دَ هغهٔ دَ طلاق ورکولو نه پس ېٔ عدت نهٔ وې پوره شوې۔ دا سړے ورسره بيا نکاح نه شې کولې۔ درې طلاقه ېٔ په صفا الفاظو کښې ورکړې وې او که په کنائی الفاظو کښې۔
نمبر۲۔ درې طلاقه په يو ځاېٔ ورکړې لکه وُوائ” تهٔ په ما درې ځله طلاقه ېٔ“ يا ” تهٔ په ما درې کانړو طلاقه ېٔ“ او که داسې وُوائی چې ته” په ما طلاقه ېٔ طلاقه ېٔ طلاقه ېٔ“۔ او که يَو طلاق نن ورکړې۔ يَو صبا يَو بله ورځ يا يو طلاق دې مياشت کښې ورکړې۔ بل په بله مياشت کښې او دريم په بله کښې۔ خو چې دَ عدت په ورځو کښې دَننه ېٔ درې طلاقه ورکړل ددې ټولو يَو حکم دې۔ که يَو يا دوه طلاقه ېٔ ورکړې وې نو بيا دَ واپس کيدو اختيار ورته شته دې، خو چې درې طلاقه ېٔ ورکړل۔ نو اوس ورته دَ واپس کيدو اختيار نشته دې۔ دا ښځه پرې حرامه شوه۔
نمبر۳۔ که چا خپلې ښځې ته يَو طلاق ورکړو بيا ورباندې ستومانه شو او دَ ځان سره ېٔ وُساتله څه مُوده پس ترې نه بيا خفه شو نو بيا ېٔ طلاق ورکړو۔ دا دوه طلاقه شو۔ اوس ېٔ هم دا سړے که ستومانه وې، دَ ځان سره حصارَولې شې خو که دَ دې نه پس ېٔ بيا يو طلاق ورکړو نو دا درې طلاقه شو۔ اوس ددې هم هغه حکم دې لکه چې يو ځاېٔ ېٔ درې طلاقه ورکړې وې۔ اوس دا ښځه دَ ځان سره نشې ساتلې۔ څو پورې چې ېٔ مخکښې تيره شوې طريقه دَ بل سړې سره نکاح نه وې کړې۔ هم دغه شان که يَو بائِن طلاق ېٔ ورکړو کوم کښې چې صرف نکاح ماتيږې۔ او دوباره نکاح تړل غواړې۔ دَ يَو طلاق نه پس ېٔ بيا نکاح وُتړله۔ څه زمانه پس ېٔ بيا يو بائن طلاق ورکړو۔ بيا دواړه ستومانه شول او دوئم ځل ېٔ نکاح تازه کړه۔نو دا دوه طلاقه شو۔ ددې نه پس ېٔ بيا يو بائن طلاق ورکړو۔ نو دا به درې طلاقه شې ۔ او دَ دې نه پس صرف په نکاح تازه کولو کار نهٔ کيږې۔ ددې هغه حکم دې چې دَ بل سړې سره به نکاح کوې چې هغه طلاق ورکړې او عدّت ېٔ پوره شې۔ نو دَ هغې نه پس بيا دَ دې سړې سره نکاح کولې شې۔ ددې نه بغير نشې کولې۔
نمبر۴۔ ددې برخې په اخر کښې په ص ۵۱۷ وُګوریٔ۔
په څهٔ شرط باندې طلاق ورکول
نمبر۱۔ که دَ نکاح نه مخکښې چا يوې ښځې ته وئيلې وو۔” که ما دَ تا سره نکاح وُکړه نو په ما طلاقه ېٔ“۔ نو کله چې دَ هغې سره نکاح وُتړې ،سمدستې به ورته بائن طلاق پريوځې۔ اوس ېٔ بغير دَ دوباره نکاح تړلو نه ځان سره نشې ساتلې، که داسې ېٔ وئيلې وو۔ چې ”که ما تاسره نکاح وکړه نو په ما دوه ځله طلاقه ېٔ“۔ نو دوه بائن طلاقه به ورته پريوځې۔“ او که وئيلې وو چې ”درې ځله طلاقه ېٔ“ نو طلاق مغلّظ به ورته پريوځې۔ اوس ورسره بيا دَ هغې تيری شوې طريقې نه بغير نکاح نشې کولې۔
نمبر۲۔ که دَ نکاح تړلو نه مخکښې چا يوې ښځې ته وئیلي وو، که تا سره مې نکاح وُکړه نو په ما طلاقه ېٔ۔بيا ېٔ دَ هغې سره نکاح وُکړه۔ نو هغې ته يو بائن طلاق پريوتو۔ اوس چې ورسره بيا دوباره نکاح وُتړې نو بل طلاق به ورته نه پريوځې۔ البته که داسې ېٔ وئیلي وې چې ”هر ځل يا هر کله چې تا سره نکاح کوم په ما به طلاقه ېٔ” نو هر کله چې ورسره نکاح کوې طلاق به پريوځې۔ اوس دا ښځه په هيڅ شکل نه شې ساتلې۔ که دَ بل سړې سره نکاح وُکړې۔ هغې نه پس بيا ددهٔ سره نکاح کوې هم به ورته طلاق پريوځې۔
نمبر۳۔که چا وئیلي وو۔ ” چې دَ کومې ښځې سره نکاح تړم په ما دې طلاقه وې۔” نو دَ هرې يوې ښځې سره چې نکاح وُتړې په هغهٔ به طلاقه شې۔ خو که دوباره ېٔ ورسره نکاح وُتړله نو بيا به نه طلاقيږې۔
نمبر۴۔ که چا داسې ښځې ته چې ددهٔ په نکاح کښې نهٔ وې، اووئیل چې ”که فلانې کار دې وکړو نو په ما طلاقه ېٔ“ که تهٔ ځما نه لاړې نو په ما طلاقه ېٔ“۔ يا په بل څهٔ شرط ېٔ ورته طلاق موقوف کړو۔ نو څو پورې چې ېٔ هغه کار نه وې کړې طلاق ورته نهٔ پريوځې۔ چې هغه کار ېٔ وکړو نو طلاقه به شې۔ خو په دې طريقه ”رجعې طلاق“ پريوځې۔ چې خاوند ته ورکښې بغير دَ نکاح تازه کولو نه دَ واپس کيدو اختيار وې۔البته که په ګول مول الفاظو کښې ېٔ وئیلې وو۔ لکه ”که فلانې کار دې وکړو نو بيا ځما او ستا سره څهٔ نه دې پاتې“۔ نو که هغه کار ېٔ وکړو ”بائن طلاق“ به ورته پريوځې۔ که دَ سړې نيت په دې خبره کښې دَ طلاق ورکولو وو۔
نمبر۶۔ که داسې ېٔ وُوې”چې که فلانې کار دې وکړو نو په ما دوهٔ ځله طلاقه ېٔ۔ يا درېٔ ځله طلاقه ېٔ۔ نو هغه هومره طلاق به پريوځې۔ څومره چې ېٔ وئیلي وې۔
نمبر۷۔ که چا خپلې ښځې ته وُوې” که دې کورته لاړې نو تهٔ طلاقه ېٔ۔ او هغه کورته لاړه۔ نو يو طلاق ورته پريوتو۔ دَ عِدّت تيريدو نه مخکښې هغه ستومانه شو۔ بيا ېٔ دَ ځان سره وُساتله يا ېٔ عِدّت تيريدو نه پس ورسره دوباره نکاح وُکړه۔ نو اوس که بيا هغه دغې کورته ځې نو دوباره طلاق نه پريوځې۔البته که داسې ېٔ وئیلې وې چې ”هر کله چې ته دې کورته ځې نو تاته طلاق دې“۔ يا هر څومره ځله چې تهٔ دې کورته لاړې نو تاته طلاق دې“۔ نو په دې شکل کښې که دَ عِدّت پوره کيدو نه مخکښې دوباره لاړه۔ يا دَ دويئمې نکاح نه پس دوباره لاړه نو دويئم طلاق به ورته پريوځې۔ او که دريئم ځل هم لاړه نو درې طلاقه به شې ورته ۔او دا ”طلاقِ مغلّظ“ شو۔ دې نه پس اوس صرف په نکاح تازه کولو کار نه کيږې۔ او که په هغه طريقه ېٔ دَ بل سړې سره نکاح وُتړله او دَ طلاق او عِدّت نه پس ېٔ ورسره بيا نکاح وُکړه۔ نو اوس که هغې کورته ننَووځې بيا ورته طلاق نه پريوځې۔
نمبر۸۔که چا خپلې ښځې ته وُوې”که تا دا کار وکړو نو په ما طلاقه ېٔ ” هغې لا هغه کار نه وې کړې چې ده ورته دَ خپل طرف نه بل طلاق ورکړو، پرې ېٔ ښوه۔ او عِدّت ېٔ پوره شو څه موده پس ېٔ ورسره بيا نکاح وکړه۔ دَدې نکاح نه پس اوس هغې ښځې هغه کار وکړو نو بيا طلاقه شوه۔ البته که دَ عِدّت پُوره کيدو نه پس او دَ دويئمې نکاح نه مخکښې تر دا مينځه وخت کښې ېٔ هغه کار کړې وې او بيا ېٔ نکاح تړلې وې نو اوس که دوباره هغه کار وُکړې۔ بيا ورته طلاق نه پريوځې۔ او که دَ طلاق نه پس او عِدّت پوره کيدو نه مخکښې ېٔ هغه کار کړې وو۔ نو دويئم طلاق ورته پريوځې۔
نمبر۹۔ ددې برخې په اخر کښې په ص ۵۱۸ باندې وُګوریٔ۔
نمبر۱۰۔ که چا خپلې ښځې ته وُوې چې ۔ ” که تا روژه ونيوه نو په ما طلاقه ېٔ نو دَ روژې نيولو سره به طلاقه شې۔ اوکه وئیلی ېٔ وو چې که يوه روژه دې وُنيوه نو ته طلاقه ېٔ ”يا که ټوله ورځ دې روژه وُنيوه نو تهٔ طلاقه ېٔ نو دَ روژې نيوو سره سمدستې طلاق نهٔ پريوځې۔ چې روژهٔ پوره کړې نو هله به طلاقيږې که روژه ېٔ نيولې وه خو بيا ېٔ ماته کړه، پوره ېٔ نه کړه نو نهٔ طلاقيږې۔
نمبر۱۱۔ ښځه دَ کور نه بهر وَته سړې ورته وُوې “صبر وکړه هومره مه ځه۔ ښځې وُنه منله سړې ورته ووې که بهر ته ووتې نو طلاقه ې”نو که هغه ښځه په دغه وخت بهر ته وُوته نو طلاقه به شې۔ اوکه څه وخت حصاره شوه، بيا وُوته نو نه طلاقيږې۔ ځکه چې دَ هغه مطلب دادې چې اوس مهٔ وځه۔ دا نه دې چې دَ عُمر دَ پاره مه وځه۔
نمبر۱۲۔ که چا دا وئیلی وو چې کومه ورځ مې تا سره نکاح وُکړه په هغه ورځ طلاقه ېٔ، نو که دَ شپې ېٔ ورسره نکاح وُتړله هم به طلاقه شې ۔ ځکه چې ددې خبرې مطلب دادې چې کوم وخت مې تاسره نکاح وُکړه صرف ورځ ترې نه مراد نه ده۔
دَ ناجوړه دَ طلاق حُکم
نمبر۱۔ که يَو سړې خپلې ښځې ته دَ بيماریٔ په وخت کښې طلاق ورکړو۔ بيا دَ هغې هځې عدّت لا ختم نهٔ وو چې هغه سړے هُم دَ هغې بيماریٔ نه مړ شو۔ نو دَ دې ښځې چې دَ خاوند په مال کښې څومره حصه کيږې، هغه ټوله به ورکولې شې۔ يَو طلاق ېٔ ورکړې وې، که دوه اوکه درې، بائن طلاق وې،که رجعی،دَ ټولو يو حکم دې۔ او که عدّت ېٔ پوره شوې وې، چې خاوند ېٔ مړ شو نو دَ خاوند په مال کښې به حصه نشې ورکولې۔ او که هغه سړے دَ هغې بيماریٔ نه مړ نه شو۔ دَ هغې نه جوړ شو۔ بيا ناجوړه شو او مړ شو۔ نو دَ ښځې عدّت پوره شوې وې که نه وې پوره ، دَ خاوند په مال کښې ېٔ برخه نشته۔
نمبر۲۔ که ښځې طلاق غوښتې وو او سړې طلاق ورکړو۔ نو دَ سړې په مال کښې دَ ښځې برخه نشته۔ خاوند ېٔ په عدّت کښې مړ وې او که عدّت ېٔ پوره شوې وې۔ دَ دواړو يَو حکم دې۔ البته که طلاق ېٔ رجعې ورکړې وې ا وخاوند ېٔ دَ عدّت پوره کيدو نه وړومبې مړ شو۔ نو بيا به دَ خاوند په مال کښې برخه اَخلې۔
نمبر۳۔ که دَ ناجوړتيا په حالت کښې ېٔ ښځې ته وُوې چې” که دَ کور نه بهر وُوتې نو په ما طلاق بائن طلاقه ېٔ“۔ او هغه دَ کور نه بَهَر اووته۔ نو طلاقِ بائن ورته پريوتو۔ اوس که ېٔ خاوند دَ عدّت پوره کيدو نه مخکښې مړ شو هم به دې ته حصه نشې ورکيدې۔ ځکه چې دې خپله داسې کار کړې دې چې طلاقه شوه۔ او که هغه ورته وئیلی وو چې ”که روټیٔ دې وُخوړه يا اوبهٔ دې وُڅښلې يا مونځ دې وُکړو نو طلاقه ېٔ“۔ په داسې وخت کښې که هغه عدّت کښې مړ شې۔ نو دې ته به حصه ورکيدې شې ځکه چې طلاق دَ ښځې په اختيار نهٔ دې پريوتې۔ خوراک يا مونځ داسې شې دې چې څوک ېٔ پريښوې نشې۔ اوکه طلاق ېٔ بائن نه وې رجعې وې نو بيا په وړومبې شکل کښې هُم که سړے دَ عدّت پُوره کيدو نه مخکښې مړ شو، په مال کښې حصه اَخستې شې۔ غرض دا چې په طلاق رجعې کښې هر وخت په مال کښې حِصّه اَخستې شې چې سړے ېٔ دَ عدّت پوره کيدو نه مخکښې مړ شې۔
نمبر۴۔ يَو سړې د جوړوالې په حالت کښې ښځې ته وئیلی وو۔”که دَ کورنه بَهَر اووتی نو په ما طلاقه ېٔ په طلاقِ باندی“۔ بيا چې څه وخت هغه ښځه دَ کورنه وَته نو دا سړے ناجوړه وو۔ او هم په دغه ناجوړتيا کښې دَ عدّت پوره کيدو نه مخکښې مړشو۔ هُم به دې ښځې ته برخه نشې ورکيدې۔
نمبر۵۔ که دَ جوړوالې په وخت کښې ېٔ ښځې ته وئیلی وو”که ستا پلار دَ سفر نه راغلو نو په ما طلاقه ېٔ په طلاق بائن۔“ چې دَ هغې پلار دَ سفر نه راغلو نو دې ناجوړه وو۔ او هم په هغه ناجوړتيا کښې مړ شو۔ نو حصّه به نشې ورکيدې۔ او که دَ ناجوړتيا په وخت کښې ېٔ ورته وئیلی وو، او بیا په عدّت کښې مړ شو۔ نو حِصه به وَرکولې شې۔
په طلاقِ رجعې کښې دَ واپس کيدو اَحکام
نمبر۱۔ چا چې رجعې طلاقونه يَو يا دوه ورکړل۔ هغه ته اختيار دې چې دَ عدّت پوره کيدو نه مخکښې دَ طلاق نه واپس شې او ښځه دَ خپل ځان سره وُساتې۔ دَ دُوباره نکاح تړلو ضرورت نشته۔ ښځه راضی وې په دې واپسیٔ او که نهٔ وې دَ هغې هيڅ اِختيار نشته۔ او که درې طلاقه ېٔ ورکړې وې ۔ نو په هغې کښې بيا دَ واپس کيدو اِختيار نشته۔ په هغې کښې دَ دوباره نکاح کولو طريقه مخکښې تيره شوې ده۔
نمبر۲۔ دَ رجعت کولو يعنې واپس کيدلو طريقه داده چې يا خو ورته صفا صفا په خوله اُووائی چې ”زهٔ تا پريږدم نه دې ساتم“ يا ورته وُوائی چې زه خپلې نکاح ته تا واپس کوم۔ يا بل چاته وُوائی چې ”ما خپله ښځه ځان سره وُساتله دَ طلاق نه واپس شوم“۔ په دې طريقه هغه بيا دَ هغه ښځه شوه۔ دَ رجعت نورې طريقې ددې برخې په اخر کښې په ص ۵۱۸ وګوریٔ۔
نمبر۳۔ چې دَ ښځې ساتل ېٔ غرض وې نو ښه داده چې دَ واپسیٔ الفاظ دَ دوه څلورو ګواهانو په مخکښې وُوائی۔ چې بيا دَ پاره جګړه پاتې نشې۔ او که څوک ېٔ ګواه نه کړو۔ ځانته ېٔ دَ واپسیٔ الفاظ وُوې هم جائزدې۔
نمبر۴۔په طلاق رجعې کښې دَ ښځې دَ عدّت موده ختمه شوه۔ نو بيا هيڅ نه کيږې۔ اوس که ښځه راضې وه۔ نو صرف نکاح دوباره تړلو باندې ېٔ بيا دَ ځان سره ساتلې شې۔
نمبر۵،نمبر۶،نمبر۷، په ص۵۱۸،۵۱۹ وُګوریٔ۔
نمبر۸۔ کومې ښځې ته چې دوه يا يَو طلاقِ رجعې ورکړې شوې وې چې په هغې کښې سړې ته دَ واپس کيدو اختيار شته، داسې ښځې ته پکار دې چې ځان ښهٔ جوړَوې او په ډول ډال کښې ګرزې۔ چې دَ سړې ورته بيا مينه راشې او دَ طلاق نه واپس شې۔ او دَ سړې که دَ واپس کيدو اِراده نهٔ وه۔ نو هغهٔ ته پکار دې چې کورته رانَنوځې نو ټوخې دې کوې۔ چې که ښځه ېٔ بيحجابه ناسته وې۔ يا په داسې حالت کښې وې چې دې ېٔ ليدل مناسب نه ګنړې۔ چې هغه خبريږې او ځان سنبالوې او چې دَ عدّت موده پوره شې۔ نو ښځې ته پکار دې چې ددې کور نه بل خواته لاړه شې۔
نمبر۹۔ که رجعې طلاق ېٔ ورکړې وې او رجعت ېٔ لا نه وې کړې نو داسې ښځه دَ ځان سره په سفر بوتلل جائز دې۔ او نهٔ هغې ښځې ته ورسره تلل جائز دې۔
نمبر۱۰۔ کومې ښځې ته چې يَو يا دوه بائِن طلاقه ورکړې شوې وې هغه ښځه که دَ بل چا سره نکاح کوې، نو چې عدّت پوره شې هلهٔ به کوې دَ عدّت نه مخکښې نه شې کولې۔ او که هم دغې سړې سره بيا نکاح تړې، نو دَ عدّت پوره کيدو نه مخکښې هم تړلې شې۔
نمبر۱۱۔ ښځې ته دَ نزدې کيدو نه قَسم خوړل په ص ۵۱۸ وُګوریٔ۔
دَ خُلعِ اَحکام
نمبر۱۔ که دَ ښځې او خاوند ګُذاره نه کيږې او سړے طلاق هُم نه ورکوې نو ښځې ته جائز دې چې سړې ته وُوائی ۔ دومره روپیٔ واخله خو ما پريږده يا دَ مَهَر دومره حصه يا ټول مهر واخله خو ما پريږده۔ او هغهٔ اووې چې ما پريښوې۔ نو په دې باندې ښځې ته يَو بائن طلاق پريوځې۔ اوس سړې ته دَ واپس کيدو اِختيار نشته۔ او که سړې په هغه ځاېٔ باندې جواب ورنهٔ کړو بلکه دَ هغه ځاېٔ نه اُوچت شو۔ يا سړے خو هم هلته ناست وو، ښځه دَهغه ځاېٔ نه اُوچته شوه۔ او بيا سړې اُووې ۔ چې ”ښه ده ما پريښوې“۔ په دې باندې هيڅ نه کيږې۔ سوال جواب دواړه په يَو ځاېٔ پکار دې ۔ په دې طريقه باندې ځان خلاصوَلو ته ”خُلع“ وئیلی شې۔
نمبر۲۔ که سړې اُووې چې ماتا سره ”خُلع“ وکړه۔ ښځې اُووې چې ما قبوله کړه۔ نو ”خُلع“ وشوه۔ او که ښځې په هغه ځاېٔ جواب ورنکړو دَهغه ځاېٔ نه پاسيده يا ېٔ قبوله نه کړه نو هيڅ هُم اونه شو۔ او که ښځه په هغه ځاېٔ ناسته وه سړې دا اووې او پاسيدو او ښځې دَ هغه دَ پاسيدو نه پس قبوله کړه نو هم خُلع وشوه۔
نمبر۳۔ که سړې صرف دومره اُووې چې ما تا سره خُلع وکړه۔ او ښځې اُووې چې ما قبوله کړه۔ دَ روپو پيسو ذکر نه سړې وکړو نه ښځې۔ نو چې دَښځې څه حق په سړې وو او چې دَ سړې څهٔ حق په ښځې وو۔ هغه ټول معاف شو۔ که دَ سړې په ذمه مهر باقې وو هغه هُم معاف شو۔ او که ښځې مَهَر اَخستې وو نو هغه خو اوس واپس کيدې نشې۔ البته تر عدّت پوره کيدو پورې به روټیٔ،جامه،او دَ اَستوګنی ځاېٔ ورکوې۔ اوکه ښځې دا وَئیلي وې چې روټیٔ جامه او کور هُم درته معاف دې۔ نو هغه به هُم ورته معاف شې۔
نمبر۴۔ او که دَدې سره دَ مال څهٔ ذکر شوې وو۔ لکه سړې وُوې ”دَ سلو(۱۰۰) روپو په عوض کښې درسره خُلعَ کوم“۔او ښځې قبوله کړه نو دَ هغې په ذمه سل(۱۰۰) روپیٔ واجب شوې۔ که مَهَر ېٔ اَخستې وې هم به سل روپیٔ ورکوې۔ او که مَهَر ېٔ نه وې اَخستې هم به سل روپیٔ ورکوې۔ او مَهَر به هم نه شې ورکولې۔ هغه دَ خُلعِ په وجه معاف شو۔
نمبر۵۔ په ”خُلع“ کښې که قصور دَ سړې دَ جانب نه وې، نو سړې ته مال اَخستل يا که مهر ېٔ په ذمه باقې وو۔ دَهغې مَهَر په بدل کښې خُلع کول حرام دې۔ که څه مال ېٔ اَخستې وې هغه هم په خپل ځان لګول حرام دې۔ اوکه قصور دَښځې دَ جانب نه وې۔ نو ښځې ته چې ېٔ څومره مَهَر ورکړې وې۔ دَ هغې نه زياتې مال ترې نه اَخستل ښه نه دې۔ بس دَ مَهَر په عوض کښې دې خُلع وکړې۔ که دَ مهر نه زيات ترې نه واخلې، نو حرام نه دې خو زياتی دې۔ اَخستل ورته نه دې پکار۔
نمبر۶۔ که ښځه په خلع راضې نه وه۔ سړې په زبردستیٔ خُلعِ ته تياره کړه وُېٔ وَهَله يا ېٔ اوويَروُله۔ نو طلاق پريوځې ۔او په ښځه مال نه واجبيږې۔ که دَ سړې په ذمه مَهَر باقې وو۔ نو هغه هُم نه معاف کيږې۔
نمبر۷۔ دا ټولې خبرې هغه وخت کښې دې چې دَ خُلؔعِ لفظ وئیلی شوې وې۔ يا ېٔ وئیلی وې مثلًا دَ سلو روپو يا زرو روپو په بدل کښې ما پريږده۔ يا ېٔ وئیلی وې۔ چې ځما دَ مَهَر په بدل کښې ما پريږده۔ او که داسې ېٔ وئیلی وې چې دَ سلو روپو يا زرو روپو په بدل کښې ماته طلاق راکړه۔ نو دې ته خُلع نه شې وَئیلی که سړې ددې مال په بدل کښې طلاق ورکړو، نو يَو طلاقِ بائن پريوتو او په دې کښې هيڅ يو حق هُم نه معاف کيږې۔ نه هغه حقونه معاف کيږې کوم چ دَ سړې په ښځه باندې وې۔ او نهٔ هغه حقونه معاف کيږې کوم چې دَ ښځې په سړې باندې وې۔ سړې که مَهَر نه وې ورکړې نو هغه هم نه معاف کيږې۔ ښځه دَهغې دعوه کولې شې۔ البته سړے به هغه مقرر مال اَخلې دَ کوم په بدل کښې چې ېٔ طلاق ورکړې وې۔
نمبر۸۔ که سړې اُووې چې ما دَ سلو(۱۰۰) روپو په عوض کښې طلاق کړے نو دا دَ ښځې په رضا موقوف دې۔ که هغې قبول کړو نو طلاقِ بائن به پريوځې۔ او که قبول ېٔ نه کړو نو طلاق نه پريوځې۔ قبلول ېٔ هغه مجلس کښې ضرورې دې۔ که ځاېٔ بدل شو او بيا ېٔ قبول کړو۔ نو طلاق نه پريوځې۔
نمبر۹۔ که ښځې ورته اُووې چې ماته طلاق راکړه۔ سړې ورته اُووې چې ښه ده دَمَهَر وغيره خپل ټول حقونه معاف کړه نو طلاق به درکړم۔ ښځې اُووې چې ښه ده ما معاف کړل ددې نه پس سړې طلاق ورنه کړو نو هيڅ معاف نهٔ دې۔ او که په هم هغه مجلس کښې ېٔ طلاق ورکړو نو هر څهٔ حقوُنه ېٔ معاف شول۔
نمبر۱۰۔ که ښځې ورته اُووې چې دَ درې سوو روپو په عوض کښې درې طلاقه راکړه او سړې ورته يَو طلاق ورکړو۔ نو فقط سل روپیٔ به ورکولې شې۔ او که دوه ېٔ ورکړل نو دوه سوه او که پوره درې طلاقه ېٔ ورکړل نو درې سوه روپیٔ به ورکولې شې۔ په دې ټولو حالتونو کښې به طلاقِ بائن وې۔ ځکه چې دَ مال په عوض کښې دې۔
نمبر۱۱۔ نابالغ هلک يا ليونی سړے خپلې ښځې سره خُلؔع نه شې کولې۔
نوټ۔ دَ ظِهؔار،کفاؔرے او لِعاؔن بيان په اخر کښې دَ ص نه تر ص پورې وُګوریٔ۔
دَ سَړې عَدم پته کيدل
که دَ چا خاوند داسې ورک شو چې دَ مړ ژوندې هيڅ پته ېٔ نه لګی۔ نو دَهغه ښځه بله نکاح نشې کولې۔ انتظار به کوې شايد چې راشې۔ کله چې دومره موده تيره شې چې دَ هغه سړې عمر څلور نيم شله کالو ته وُرسې۔ نو اوس به په هغه دَ مړې حکم لګولې شې۔ که هغه ښځه ځوانه وې او نکاح کول غواړې نو په کومه ورځ چې ېٔ دَ خاوند عُمر دَ څلورنيم شلو کالو پوره شې۔ دَ هغې ورځ نه دې عدّت پوره کړې۔ او بيا دې بل چا سره نکاح وکړې ليکن شرط دادې چې ددې سړې دَ مرګ حکم چا شرعې حاکم کړې وې۔
نوټ۔ دَ طلاق دَ عدّت او دَ مړې دَ عدّت بيان په اخر کښې دَ ص۵۲۷ نه تر ۵۳۲ پورې وُګوریٔ۔
سوګ(ماتم) کول
نمبر۱۔ کومې ښځې ته چې رجعی طلاق ورکړې شوې وې ۔ نو دَ هغې عِدّت خو صرف دادې چې دَ کور نه دې بَهَر نهٔ ووځې۔ او دَ بل چا سره دې نکاح نه تړې۔ څو پورې چې ېٔ دَ عدّت موده نهٔ وې تيره شوې۔ سنګار کول ورته جائز نه دې۔ او چاته چې درې طلاقه ورکړې شوې وې ۔ يا طلاق بائن ، يا ېٔ په څه وجه نکاح ماته شوې وې۔ يا ېٔ خاوند مړ شوې وې۔ ددې ټولو دا حکم دې چې څو پورې ېٔ عدّت نه وې پوره شوې۔ نه به دَکوره بهرته ووځې۔ نه به دويئمه نکاح کوې او نهٔ به سنګار کوې۔ دا ټول کارونه ورباندې حرام دې۔ دغې سنګار نه کولو او خِيرنه خچنه وسيدو ته سؔوګ (ماتم) وئیلی شې۔
نمبر۲۔ څو پورې چې ېٔ عِدّت ختم نه وې۔ په بدن يا جامو خوشبوئی لګَول،ګُلونه اَچول، رانجهٔ پورې کول، په پان خوله سره کول، دنداسه مښل، سرغوړَول، نکريزې پورې کول، ښې جامې اغوستل، ريښمينې يا نورې پړقيدُونکې جامې اغوستل حرام دې۔ البته که جامې پړقيدونکې او رنګدارې نه وې۔ يا ساده رنګونه ېٔ وو نو خير دې۔ مطلب دادې چې دَ ښائست او سنګار شیٔ به نه اَچَوې۔
نمبر۳۔که دَ سر درد دَ پاره دَ سر غوړَولو حاجت وې نو داسې تيل لګَوَل خير دې چې خوشبوئی ورکښې نه وې۔ هم دَغَسې دَ دارو دَ پاره رانجهٔ پورې کول هُم جائز دې ۔ خو د شپې دې ېٔ پورې کوې۔ او سَحَر دې ېٔ صفا کوې۔ سر وينځل او لامبل جائز دې۔ دَ ضرورت دَ پاره سَر ګومنځ کول هُم خير دې۔ خو په غټه ګومنځ دې ېٔ کوې۔ په نریٔ نه چې ښائست ورکښې رانهٔ شې۔
نمبر۴۔ سوګ(ماتم) کول په هغه ښځه واجب دې چې بالغه وې۔ په نابالغه جينیٔ نه دې واجب۔ البته دَ کور نه بَهرته وتل او بله نکاح کول هغې ته هم جائز نه دې۔
نمبر۵۔ دَ کومې ښځې چې په صحيح طريقه نکاح نه وې شوې۔ هغه فاسده نکاح ماته کړې شې۔ يا ېٔ په دغه حالت کښې خاوند مړ شې۔ په هغه ښځه هم سوګ نشته۔
نمبر۶۔ دَ خاوند نه علاوه په بل چا باندې سوګ(ماتم) کول صحيح نه دې۔ البته که خاوند ېٔ نه خفه کيږې نو دَ ورور عزيز په مرګ هم درې ورځو پورې سوګ کولې شې۔ ددې نه زيات حرام دې ۔او که خاوند ېٔ خفه کيږې نو درې ورځې دې هم نه کوې۔
دَ روټیٔ،جامی اَحکام
نمبر۱۔ دَ ښځې روټیٔ جامه دَ خاوند په ذمه واجب ده۔ ښځه خپله هر څومره که مالداره وې خو دَ روټیٔ جامې خرڅ او دَ استوګنی کور ېٔ دَ خاوند په ذمه دې۔
نمبر۲۔ که نکاح ېٔ شوې وې خو ډولیٔ ېٔ نه وې وړې شوې هم دَ روټیٔ جامې دعوه کولې شې۔ البته که سړے ېٔ وادهٔ غواړې خو دَ څهٔ وجهی نه پاتې وې نو بيا ېٔ دَ خرڅ حق نشته۔
نمبر۳۔ په اخر کښې ص ۵۳۲ باندې وُګوریٔ۔
نمبر۴۔ څومره انداز کښې چې دَ نقد مَهَر ورکولو رواج وې، هغه هومره مَهر سړې نه دې ورکړې په دې وجه ېٔ وادهٔ حصار دې نو دَ هغې دَخرڅ حق شته۔ او که هسې بې دَ څهٔ وَجهې حصار وې۔ يا دَ خاوند کورته نه ځې۔ نو بيا ېٔ دَ خرڅ حق نشته۔ کله چې لاړه دَ هغې وخت نه به ېٔ حق ثابتيږې۔
نمبر۵۔ څومره موده چې دَ خاوند په اِجازت دَمور پلار کره وسې۔ دَ هغې ورځو خرڅ ېٔ هم په خاوند دې۔
نمبر۶۔ که ښځه ناجوړه وه۔ نو دَ ناجوړتيا په ورځو کښې هم دَخاوند نه خرڅ اخستې شې۔ خپل کور کښې پرته وې او که دَ پلار په کور وې۔ اوکه دَ پلار په کور کښې ناجوړه وه، خاوند دَغَسې دَ بيماریٔ په حالت کښې کور ته راوسته خو هغهٔ نهٔ راتلله نو بيا ېٔ دَخرڅ حق نشته۔ دَبيماریٔ په حالت کښې په خاوند باندې صرف دَروټیٔ جامې حق دې۔ دَ دارو دُرملو او دَ حکيم ډاکټر دَ فيس خرڅ ېٔ په خاوند نشته۔ که هغه ېٔ کوې نو دا ېٔ اِحسان دې۔
نمبر۷۔ ښځه که حج ته لاړه نو تر واپسیٔ پورې دَ دَغې ورځو خرڅ ېٔ دَ خاوند په ذمه نهٔ دې۔ البته که خاوند هم ورسره لاړ وو۔ نو بيا ېٔ خرڅ دَ هغهٔ په ذمه دې۔ خو څومره خرڅ چې اکثر په کور کښې کيږې۔ دَسفر زياتې خرڅ به په خپله کوې ۔او دَ لارې دَ ګاډې جهاز کرايه به هم په خپله ورکوې۔ دَ سړې په ذمه نشته۔
نمبر۸۔ په رټیٔ جامه کښې به دَ دواړو دَ حالت خيال ساتلې شې۔ که دواړه مالدار وې نو ښهٔ خوراک او جامه به ورکوې۔ او که دواړه غريبانان وې۔ نو دَخپلې غريبانې سره چې څهٔ مناسب وې او که سړے مالدار وو او ښځه غريبه وه يا ښځه مالداره وه او سړے غريب وو يو درميانه خوراک جامه به ورکوې۔
نمبر۹۔ که ښځه ناجوړه وه چې دَ کور کار ېٔ نه شو کولې۔ يا دَ داسې لوېٔ کور جينیٔ وه چې په خپل لاس ېٔ دَ کور کار نه وو کړې۔ نو په سړې باندې تيار خوراک ورکول واجب دې۔ او که دا دواړه خبرې نه وې نو دَ کور کار دَ ښځې په ذمه واجب دې۔ ضرورې سامان به ورته خاوند پيدا کوې۔ او هغه به په خپل لاس خوراک تيارَوې۔
نمبر۱۰۔تيل،صابون، دَغُسل او اودس دَ پاره اوبهٔ دَ خاوند په ذمه دې او رانجهٔ، دنداسه،پان،تمباکو،دَ دهوبې تنخواه دَ سړې په ذمه واجب نه دې۔ که سړے ېٔ ورکړې نو دَ هغهٔ اِحسان دې۔
نمبر۱۱۔ دَ دائی خرڅ په هغه چا دې چې چا رابللي وې۔ که سړې رابللې وې په هغه دې که ښځې رابللې وې نو په هغې دې او که په خپله راغلې وې نو په سړې دې۔
نمبر۱۲۔ که دَ روټیٔ جامې خرڅ چا په اندازه پيشکي ورکړو، دَ کال يا دَ لږې مودې دَپاره که دَ هغه نه څهٔ بچ شو۔ هغه واپس نشې غوښتې۔
دَ اَستوګنی کور
نمبر۱۔ دَ سړې په ذمه دا هم واجب دې چې دَ ښځې دَ پاره ځانته کور پيدا کړې۔ چې هلته ېٔ دَ خاوند څوک رشته دار نه وسې۔ چې دواړه يو ځاېٔ دَ ازادیٔ ژوند تيرَولې شې۔ البته که ښځه په خپله خوښه شريک کور کښې وسيږې نو خير دې۔
نمبر۲۔ که په شريک کور کښې ېٔ يو ځاېٔ ښځې ته جدا کړو۔ چې په هغې کښې ېٔ خپل سامان سنبال کړې وې۔ بيله ورکښې وسې۔ خپله جندره ورته لګوې۔ دَ بل چا دخل ورکښې نه وې۔ خو دَ هغې حق ادا شو۔ اوس ښځه دا دعوه نه شې کولې چې پوره کور ماته خالې کړه۔
نمبر۳۔ څنګه چې دَ ښځې دا حق دې چې ځانته داسې کور اوغواړې چې دَ خاوند خپل خپلوان ېٔ ورکښې نه اوسې۔ دَغَسې سړې ته هم اِختيار دې چې کوم کور کښې ښځه اوسَوې په هغه کور کښې دَ ښځې خپل خپلوان مور پلار يا ورونړه راتلو ته نه پريږدې۔
نمبر۴۔ ښځه دَ مور پلار ليدو ته په هفته کښې يَو ځل تلې شې۔ او دَ مور پلار نه علاوه نورو خپلوانو ليدو ته په کال کښې يَو ځل۔ ددې نه زيات اختيار ېٔ نشته۔ همدغه شان دَ ښځې مور پلار ېٔ په هفته کښې يَو ځل او نور خپلوان ېٔ په کال کښې يو ځل دَ خاوند کورته راتلې شې۔ سړې ته اختيار دې چې ددې نه زيات زر زر راتلو نه ېٔ منع کړې۔ مور پلار او هم نور خپلوان، خو دا ياد لریٔ چې دَ خپلوانو نه هغه خپلوان مراد دې دَ چا سره چې نکاح هميشه دَ پاره حرامه ده۔ لکه ورور،ورارهٔ،خورَيیٔ، وغيره۔ او داسې خپلوان چې نکاح ورسره جائزہ وې، دَ غيرو په حکم کښې دې۔
نمبر۵۔ که دَ ښځې پلار ناجوړه وو۔ او نور څوک ېٔ دَ خير ګيریٔ نه وو۔ نو دَ ضرورت مطابق هره ورځ ېٔ هم خدمت ته تلې شې۔ که پلار ېٔ کافر وې هم۔ بلکه که خاوند ې اِجازت نه ورکوې هم ورته تلل جائز دې ۔ البته که منع کړې ېٔ وې نو دَ دغه ورځو خرڅ به ېٔ په سړې نه وې۔
نمبر۶۔ دَ غيرو خلقو کره تلل ښځې ته جائز نه دې۔ نه ورته دَ وادهٔ ښادیٔ په مجلسونو کښې شريکيدل جائز دې۔که سړې اِجازت ورکړو، نو هغه به هم ګُنهګار وې۔ بلکه دَ وادهٔ ښادیٔ په مجلسونو کښې دَ خپلوانو کره تلل هُم جائز نهٔ دې۔
نمبر۷۔ کومې ښځې ته چې طلاق ورکړې شوې وې۔ هغه به هم ترعِدّت پوره کيدو پورې دَ روټیٔ جامې خرڅ دَ خاوند نه اَخلې۔ دَ چا چې خاوند مړ نه وې او عِدّت پوره کوې دَ هغې دَ روټیٔ جامې دَ خرڅ حق نشته۔ البته دَ خاوند په ميراث کښې به حِصه اَخلې۔
نمبر۸۔ په اخر کښې په ص۵۳۲ باندې وُګوریٔ۔
دَ وُړوکی دَ حلالی کيدو حُکم
نمبر۱۔ دَ وادهٔ کړی ښځې چې اولاد وشې۔ هغه به دَ هغې دَ خاوند ګنړلې شې۔ محض په دې شک باندې چې دا هلک ددې خاوند نه دې، دَ بل چا دې، او هلک ته حرامې وئیل جائز نهٔ دې۔ په اسلامې حکومت کښې داسې ويونکې په کروړو وَهَلې شې۔
(نوټ) دَ دې نمبر باقې حصه په ص۵۳۳ وُګورئ۔
نمبر۲۔ دَ حمل موده کم نه کم شپږ مياشتې او زياتی نه زياتې دوه کاله ده۔ يعنې وړوکې کم نه کم شپږ مياشتی پس ژوندې پيدا کيږې۔ ددې نه مخکښې نشې پيدا کيدې۔ او زيات نه زيات دوه کاله خيټه کښې پاتې کيدې شې۔ ددې نه زيات نشې پاتې کيدے۔
نمبر۳۔ دَ شريعت حکم دا دې چې څو پورې کيدې شې وړوکې ته به حرامې نشې وئیلی چې بلکل مجبورې شې هله به دَ حرامې حکم لګې او مور به ېٔ ګُنهګاره ګنړلې شې۔
نمبر۴۔ که چا خپلې ښځې ته طلاق رجعې ورکړو۔ او دَ دوهٔ کالو نه کمه موده کښې دَ هغې اولاد وشو۔ نو دا اولاد به ېٔ دَ دَغې سړې ګنړلې شې۔ په شريعت کښې دا نسب صحيح دې۔ که دَ دوه ؤ کالو نه يوه ورځ هم کمه وه نو داسې به ګنړلې شې چې دَ طلاق نه مخکښې ېٔ اُميد وو۔ او دوه کاله پس ېٔ اولاد وشو۔ اوس دَ اولاد کيدو نه پس به دَ هغې دَ عِدّت موده پوره شې۔ او دَ نکاح نه به ووځې۔ البته که ښځې ددې اولاد کيدو نه مخکښې دا اقرار کړې وې، چې ځما عِدّت پوره شوې دې۔ نو بيا مجبورې ده۔ دا وړوکې به حرامې ګنړلې شې۔ بلکه دَ داسې ښځې چې طلاقِ رجعې ورکړې شوې وې۔ او هغې دَ عِدّت پوره کيدو اقرار نه وې کړې۔ که دَ دوه ؤکالو نه پس هم اولاد وشې، هغه به ېٔ دَ خاوند ګنړلې شې۔ چې هغې ته خاوند په عدّت کښې رجوع کړې وه۔ دَ طلاق نه واپس شوې وې، نو دا ښځه دَ اولاد کيدو نه پس هم اوس دَ هغه په نکاح کښې ده۔ که دا هلک دَ هغې سړې نه وې نو هغه دې اِنکار وکړې ۔ او که انکار ېٔ وکړو نو بيا به ورباندې دَ لِعاف حکم لګې۔
نمبر۵۔ که طلاق ېٔ بائن ورکړې وو۔ نو دَ هغې دا حکم دې چې که وړوکې دَ دوهٔ و کالو دَننه دَننه پيدا شو خو دَ هغه سړې دې او که دَ دوه ؤ کالو نه پس وې نو حرامې دې۔ البته که د دوه کالو نه ورستو پيدا کيدو دَ پاسه هم سړے دا وُوائی چې دا ځما اولاد دې۔ نو بيا ورته حرامې نه شې وئیلی۔ او داسې به ګنړلې شې چې دَ عِدّت په موده کښې په غلطیٔ سره ښځې ته نزدې شوې دې۔ دا اولاد دَ هغې نه شوې دې۔
نمبر۶۔ که نابالغه جينیٔ ته طلاق ورکړی شو ۔ چې لا ځوانه شوې نه وه۔ خو ځوانيدو ته نزدې وه۔ او بيا دَ هغې پوره نهه(۹) مياشتې پس اولاد وشو نو حراؔمی دې او که دَ نهو مياشتو نه کمه موده کښې وشو نو حرامې نهٔ دې دَ هغې خاوند به ېٔ ګنړلې شې۔ او که دغه جينیٔ دَ عِدّت په ورځو کښې (يعنې طلاق باندې درې مياشتې تيريدو نه اول) وئیلی وو چې ځما اُميد دې۔ نو طلاق نه پس دوه ؤ کالو دننه دننه که ېٔ اولاد وشو۔ هغه به حرامي نه وې۔ ددغه سړې به ګنړلې شې۔
نمبر۷۔ که دَ چا خاوند مړ شو۔ نو دَ مرګ دَ وخت نه تر دوه ؤ کالو پورې که ېٔ اولاد وشو۔ هغه به دَ هغې خاوند ګنړلې شې۔ البته که هغې ښځې دَ خپل عِدّت پوره کيدو اقرار کړې وې۔ دَ هغې نه پس ېٔ اولاد وشو۔ نو اوس مجبورې ده۔ دا وړوکې به حرامې ګنړلې شې۔ او که دَ خاوند دَ مرګ ېٔ دَ دوه ؤ کالو نه زيات شوې وو ۔نو بيا هم حراؔمې دې۔
تنبيه۔ ددې احکامو نه دا معلومه شوه۔ چې دَ جاهلانو خلقو دا عادت چې که دَ سړې دَ مرګ نه پس دَ نهو مياشتو نه يو دوه مياشتې هم زياتې تيرې شې او د َچا اولاد وشې۔ هغه حرامې ګنړې او هغې ښځې ته بدکاره وائی۔ ډير ناکاره عادت دې او سخته ګُناه ده۔
نمبر۸۔ دَ نکاح نه پس که دَ شپږو مياشتو نه کم د َچا اولاد وشو نو هغه حرؔامې نه دې۔ هم دَ هغه سړې دې۔ په داسې ښځه باندې دَ ګُناه شک کول ګُناه ده۔ البته که سړې انکار وکړو۔ چې دا اولاد ځما نه دې نو بيا به دَ لعان حکم کيږې۔
نمبر۹۔ نکاح ېٔ شوې وه خو جينیٔ لا دَ خاوند کورته رخصت شوې نه ده چې اولاد وشو۔ نو دا هم دَ دغه سړې دې۔ حؔرامي ورته نهٔ شو وئیلی۔ که دَ خاوند ېٔ نه وې نو هغه دې اِنکار وکړې۔ که اِنکار ېٔ وکړو نو دَ لِعاؔن حکم به کيږې۔
دَ اولاد پرورش(ساتنه)
نمبر۱۔ که ښځې ته ېٔ طلاق ورکړو او دَ هغې په غيږ کښې وړُوکې وو۔ نو دَ هغهٔ دَ پرورش حق مورته دې۔ پلار ېٔ ترې نه شې اَخستې۔ خو دَ وړُوکې دَ پرورش خرڅ به ټول پلار وکوې۔ او که مور ېٔ خپله پرورش کول نهٔ غواړې پلار ته ېٔ حواله کوې۔ نو هغه به ېٔ اَخلي ښځې ته به ېٔ په زور نه شې حواله کولې۔
نمبر۲۔ که مور ېٔ نه وه يا وه خو پرورش نه ېٔ اِنکار وکړو۔ نو دَ پرورش حق ېٔ دَ مور په مور يا دَ مور په نيا دې۔ که دویٔ نه وې يا ېٔ دَپرورش نه اِ نکار وکړې نو بيا دَ پلار مور يا نيا دي۔ اوکه دوې هم نه وې ي دَ پرورش نه اِنکار وکړې۔ نو بيا دَ وړوکې دَ خپلو خويندو حق دې۔ که خپلې نه وې نو بيا ناسَکه خويندو حق دې۔ په ناسَکه کښې هم چې مور ېٔ شريکه وې هغه اول ده۔ بيا هغه دې چې پلار ېٔ شريک وې۔ بيا دَ مور خور ده او بيا دَ پلار خور۔
نمبر۳۔ دا دَ پرورش حق مور ته هله دې که هغې بله نکاح نهٔ وې کړې که بله نکاح ېٔ وکړه۔ او هغه سړے دَ دې وړُوکې مُحرِم (خپل) دې۔ يعنې داسې خپل ېٔ دې که دا وُړوکې جينیٔ وې نو هميشه دَپارهٔ ورسره نکاح نه صحيح کيږې۔ لکه ترهٔ ېٔ وو يا بل داسې رشته دار ، نو بيا هم دَ مور حق ېٔ نه ورکيږې۔ او که دَ غير سړې سره ېٔ نکاح وُکړه، نو اوس ېٔ دَ پرورش حق نشته۔ دَ مور نه علاوه بله داسې ښځه، چې دَ دې وړُوکې دَ پرورش حقداره وې هم که دَغير سړې سره نکاح وکړې نو حق ېٔ ورک شو۔
نمبر۴۔ دَ غير سړې سره نکاح کولو په وجه ېٔ حق ورک شوې وو۔ خو هغې سړې پريښوه يا ېٔ طلاقه کړه۔ نو اوس ېٔ بيا پرورش حق ثابت شو۔ وړوکې به هغې ته حواله کولې شې۔
نمبر۵۔ دَ وړوکې په خپلوانو کښې که څوک ښځه دَ هغهٔ دَ پرورش حقداره نه وې۔ نو بيا ېٔ پلار زيات حقدار دې۔ او بيا نيکهٔ وغيره نور خپل خپلوان کوم چې دَ نکاح دَ ولايت په باب کښې ذکر شوې دې۔ البته که رشته دار ېٔ ټول نا محرم وې۔ او دَ وړوکې په تربيت کښې دَ نقصان خطره وې۔نو داسې کَس ته به حواله کولې شې کوم ځاېٔ چې خطره نهٔ وې۔
نمبر۶۔ وړُوکې چې څو پورې دَ شپږو کاول پوره نه وې۔ دَ هغې ېٔ دَ پرورش حق باقې دې۔ چې دَ شپږو کالو شې نو بيا ېٔ په زور باندې پلار بوتلې شې۔ دَ جينیٔ حق تر نهو (۹) کالو دې۔ ددې نه پس ېٔ که پلار بوزې نو څوک ېٔ حصارَولې نه شې۔
دَ خاوند حقُونه
اَلله تعالیٰ دَ خاوند ډير حق مقرّر کړې دې۔ او ډير عزّت ېٔ ورکړې دې ۔ دَ خاوند راضې او خوشحاله ساتل يَو عبادت دې۔ او دَ هغهٔ ناراض کول سخته ګُناه ده۔ رسول اللهﷺ فرمائیلې دې۔ ”کومه ښځه چې پِنځه واړه وخته مونځ کوې۔ دَ رمضان روژې ساتې۔ دَ خپل عزّت حفاظت کوې۔ (يعنې پاکدامنه وې) او دَ خپل خاوند تابعدارې کوې۔ نو هغې ته اِختيار دې۔ په هره درازه چې ېٔ خوښه وې جنّت ته دې ننوځې۔ (مطلب دادې چې دَ جنّت اٰتهٔ واړه دروازې دَ هغې دَ پاره ازادې دې۔ بې خطره به جنت ته ځې۔
او رسول اللهﷺ فرمائیلی دې”کومه ښځه چې داسې حالت کښې مړه شوه چې خاوند ترې راضې وو، نوهغه جنّتې ده“۔ دسجدې کولو اِجازت ورکولې،نو ښځې ته به مې حکم کړې وو، چې خپل خاوند ته سجده کوه۔ که خاوند ښځې ته حکم وکړې چې ددې غر کانړې دَغې غرته يوسه او ددې بل غر کانړې دريئم غرته يوسه نو هغې ته دَغسې کول پکار دې“۔
او حضرت ﷺ فرمائیلی دې چې خاوند څهٔ وخت کښې ښځې ته اواز وکړو نو هغې ته پکار دې چې هغه وخت ورشې۔ که نغرې ته ناسته وې هم مطلب دادې چې هر څومره ضرورې کار چې وې هغه دې پريږدې او دَ خاوند کار دې وکړې۔
او حضرت ﷺ فرمائیلی دې ۔”کله چې خاوند ښځه ځان سره ملاستې د َپاره وغوښته او هغه ورنه راغله۔ خاوند ېٔ دَ غسې په غصه کښې اُودهٔ شو۔ نو تَر سَحره پورې ټولې فرشتې په هغه ښځه لعنت وائی۔
او حضرتﷺ فرمائیلی دې”کومه ښځه چې خاوند خفه کوې۔ نو کومه ځوره به چې قيامت کښې دَ هغهٔ بي بي کيږې۔ وائی چې تا دې خداېٔ تباه کړې دَې مه تنګوه۔ دې خو تا سره دَ څو ورځو دَ پاره ميلمه دې۔ لږو ورځو کښې به دَ تانه جُدا شې او ماته به راشې۔
حضرتﷺ فرمائیلی دې، چې درې قسمه کسان داسې دې چې نهٔ ېٔ مونځ قبليږې او نهٔ ېٔ نوره څهٔ نيکي منظوريږې يوه خو هغه وينځه يا غلام چې دَ مالک نه وُتښتې۔ دويئم هغه ښځه چې خاوند ترې ناراض وې دريئم هغه کَس چې په نشه کښې مست وې۔
چا دَ حضرتﷺ نه تپوس وکړو چې يا رسول اللهﷺ ”په ټولو کښې ښه ښځه کومه يوه ده۔ حضرتﷺ وفرمائیل چې هغه ښځه چې سړے ورته وګورې نو خوشحاله شې۔ چې هغه ورته څه وائی دا ېٔ منی۔ او په خپل ځان او مال داسې کار نه کوې، چې هغه پرې ناراضه وې۔ مطلب دا چې داسې ښهٔ اخلاق او ښهٔ کارونه ېٔ وې چې هغه ورته ګورې نو خوشحاليږې۔ چې هغه ورته څه وائی هغه منې۔ او چې هغه ورته کوم مال حواله کړې وې د َهغې حفاظت کوې۔ او دَ هغه په رضا ېٔ خرچ کوې۔ او دَ خپل ځان او عزت هُم حفاظت کوې۔
دَ سړې يو حق دادې چې بې دَ هغه دَ اِجازت نه ښځه نفلې روژې نشې نيوې۔ بل حق ېٔ دادې چې ښځه به خِيرنه خيچنه نه اوسې۔ ځان به جوړَوې او صفا سوتره به اوسې۔ تردې پورې چې که ښځه ځان نهٔ جوړَوې،نو سړې ته ېٔ دَ وَهَلو اِختيار دې۔
بل حق ېٔ دادې چې ښځه به دَ سړې دَ اِجازت نه بغير دَ کوره بَهَرته نه ووځې۔ نه دَ خپلو خپلوانو کَرَه۔ او نهٔ دَ بل چا کَرَه۔
دَ خاوند سَرَه دَ ګُذاری طريقه
په دې ښه پوېٔ شیٔ چې دَ ښځې دَ خاوند داسې کار دې۔ چې ټول عمر يَو ځاېٔ تيرَول دې۔ که دَ دواړو زړهٔ لګيدلې وې۔ نو دا ډير لوې نعمت دې۔ اوکه خداېٔ مه که زړونه ېٔ خيرن وې نو ډير لوېٔ عذاب دې۔ نو تر څو پورې چې کيږې دَ سړې به زړهٔ قبضه کوې۔ دَ هغهٔ په اِشاره چليږې ، که هغه حکم درکړې چې ټوله شپه لاس تړلې وُدريږیٔ نو دَ دُنيا او اخرت فائدہ په دې کښې ده چې داسې وکړېٔ۔ په هيڅ وخت کښې داسې خبره مه کوې، چې دَ هغهٔ دَ طبيعت نه خلاف وې۔ که هغه ورځې ته شپه وائی نو تاسو هم ورته شپه وايیٔ۔ په دغه کښې دَ دواړو خير دې ډيرې ښځې دَ کم عقلیٔ په وجه داسې کارونه وکړې۔ چې دَ سړې زړهٔ ترې نه خيرن شې۔ چرته بې موقعې ژبه اُووهې۔ چرته طعنه ورکړې۔ چرته په غصه کښې تيزې خبرې وکړې۔ او بيا چې ترې نه دَ سړې زړهٔ واؤړې۔ نو ژاړې، انګوليږې،او خفګان کوې۔ دا ياد لریٔ چې زړهٔ يو ځل خيرن شې۔ نو بيا که ېٔ په منتونو زارو تاسو راضې هم کړیٔ۔ شل زر خبرې جوړې کړیٔ۔ عذر معذرت وکړېٔ خو بيا هغه محبت نشې پيدا کيدې کوم چې وړونبې وې، کله چې څه داسې کار کيږې۔ نو هغه ته ياديږې چې دا خو هم هغه ده کنه چې په فلانیٔ فلانیٔ ورځ ېٔ راته داسې خبرې کړې وې۔ په دې وجه دَ خپل خاوند سره ډير په فکر او خيال ګزره کوېٔ۔ خداېٔ رسول به هم درنه خوشحاله وې۔ او دُنيا اخرت دواړه به مو ښهٔ وې۔ رسول به هم درنه خوشحاله وې۔ او دُنيا اخرت دواړه به مو ښه وې۔ هوښيارو ښځو ته خو دَ څه ښيئلو ضرورت نشته۔ خپله دَ هر څهٔ ښهٔ او بد پيژنی خو بيا هم ځنې ضرورې خبرې مونږ کؤو۔ چې دا درته معلومې شې نو دَغسې به نورو خبرو ته هم فکر کوېٔ۔
(۱)دَ خاوند حيثيت ته ګورئ۔ دَ هغه دَ طاقت نه زيات خرڅ ترې مه غواړﺉ۔
(۲)څه مالګه مرچکې چې پيدا کيږې، هغه په مينه خورﺉ او دغه خپل کور ګنړېٔ۔
(۳)که چرته څهٔ جامه يا کالې مو خوښ شې۔ نو که دَ خاوند طاقت مو نه وې ۔دَ هغې تقاضا مه کوېٔ۔ بلکه دَ هغه سره ېٔ ذکر هُم مه کوېٔ۔ خپله سوچ وکړېٔ۔ هغه به په زړهٔ کښې څه وائی۔ چې ددې ځما سره هيڅ همدردې نشته چې ځما لاس تنګ دې او دا څيزونه غواړې۔
(۴)بلکه که خاوند مالدار هم وې۔ نو خپله ورنه دَ څهٔ څيزو تقاضا نه ده پکار په دې باندې دَ بنيادم حيثيت غورزيږې۔ البته که خپله اووائی چې تاته څهٔ راؤړم؟ نو بيا دَ خپل خواهش اظهار پکار دې۔
(۵) په څهٔ خبره باندې ضد مهٔ کوېٔ۔
(۶) که څهٔ خبره دَ طبيعت نه خلاف هم وې نو په هغه وخت غږ مه کوېٔ بيا په بل وخت کښې په مناسبه طريقه دَ هغې اظهار وکړېٔ۔
(۷) که دَ خاوند کره مو ګُزاره تنګه وې۔ هم په خوشحالېٔ وخت تيرول پکار دې۔ او څه شکايت کول ښه نه دې۔ چې دَ هغوېٔ زړهٔ ته تکليف وُنهٔ رسې۔
(۸) که تاسو ته څهٔ شې په خپله خوښهٔ راؤړې۔ نو ستاسو دَ طبيعت دې او که نه هميشه ېٔ په خوشحالېٔ اَخلېٔ۔ او داسې مه وايیٔ چې دا خو خراب دې يا دا نقصان دې ورکښې۔ په دې دَ سړې زړهٔ ماتيږې او بيا ېٔ دَ څهٔ شې راوړو ته زړهٔ نه کيږې۔ او که دَ هغې تعريف وکړېٔ په خوشحالېٔ ېٔ واخلېٔ نو بله ورځ به دَ هغې نه ښهٔ څيز راوړې۔
(۹)چرې هم دَ خاوند ناشکرې مهٔ کوېٔ دا مهٔ وايېٔ چې په دې سپيرهٔ کور کښې ما څهٔ خوشحالې وليدهٔ۔ ټول عُمر مې په سختو کښې تير شو۔ مور پلار مې دې خوار شې چې په داسې اور کښې ېٔ واچَولم۔ يا نورې داسې خبرې په دې باندې دَ سړې په زړهٔ کښې ځاېٔ بلکل ورکيږې۔
رسول اللهﷺ فرمائیلی دې۔” ما په دوزخ کښې ښځې ډيرې وُليدې“۔ چا ترې نه تپوس وکړو چې يا رسول الله ﷺ دوزخ کښې ښځې ولې ډيرې دې؟ هغوې وُفرمائیل۔ چې دوېٔ په نورو باندې لعنت ډير وائی او دَ خپل خاوند ناشکرې ډيره کوې۔ نو خيال کوېٔ چې ناشکرې څومره ناکاره کار دې۔ په چا باندې لعنت وئیل يا داسې وئیل چې دَ فلانیٔ لعنتې مخ دې۔ يا لعنتې ده يا دَ خداېٔ لعنت پرې وريږې يا داسې نورې خبرې ډيره سخته ګُناه ده۔
که خاوند ته په څهٔ خبره غُصه ورغلې وې نو داسې خبره مهٔ کوېٔ چې دَ هغه غصه پرې نوره زياته شې۔ هر وخت ېٔ طبيعت ته ګورېٔ۔ هغَسې خبرې کوېٔ۔ که پوهيږېٔ چې دې وخت کښې ېٔ طبيعت ازاد دې خندا خوشحالې غواړې۔ نو ټوقې تقالې، او دَ خندا خبرې کوېٔ۔ اوکه طبيعت ېٔ تنګ وې نو په هغه وخت کښې خندا بده لګې۔ په داسې وخت کښې خندا او ټوقې تقالېٔ نه دې پکار که خاوند ورنه په څهٔ خبره خفه شوې وې۔ مَرَور وې نو تاسو ورته پوزه مهٔ پړسوېٔ بلکه خوشامنده ا ومنت ېٔ وکړېٔ۔ هر څنګه چې وې خوشحال ېٔ کړېٔ۔اګر چې قصور دَ خاوند له طرفه وې۔ بيا هم تاسو ترې مهٔ مَروريږېٔ۔ دَ خاوند خوشامنده کول او د َهغهٔ نه معافې غوښتل شرم نه دې۔ دَ عزّت او فخر خبره ده۔ په دې ښه پوهه شېٔ چې دَ خاوند سره په خالې محبّت باندې کار نه کيږې۔ دَ مينې محبت سره سره دَ خاوند ادب عزت او احترام هم ضرورې دې۔ دَ خاوند سره ځان سم ګنړل ډيره بيوقوفې ده ۔ په خاوند باندې هيچرې څهٔ کار مهٔ کوېٔ۔ که هغه دَ مينې نه چرته سَريا لاسو پښو باندې درته زور کوې نو دې ته ېٔ مهٔ پريږدېٔ۔ تاسو خپله سوچ وُکړېٔ۔ که تاسو پلار داسې کار کوې نو تاسو به ېٔ پريږدېٔ؟دَ خاوند درجه خو دَ پلار نه هم زياته ده ۔ په ناسته پاسته خبرو اَترو عرض دا چې هر وخت کښې دَ خاوند دَ عزّت او ادب خيال ساتل ضرورې دې۔
که چرې خاوند دَ سفر نه راشې نو دَ خير خيريت تپوس ترې نه وُکړېٔ۔ چې سفرېٔ څنګه وُشو۔ څه سخته او تکيف خو په تا نه دې راغلې۔ که ستړې وې په لاسو پښو ورته زور وکړېٔ۔ که وُږې وې دَ خوراک بندوبست ورته وکړېٔ۔ که ګرمې وې دَ ببوزېٔ او يخو اوبو خيال ېٔ وساتېٔ۔ غرض داچې دَ ارام او راحت اِنتظام ورته وکړېٔ۔ او دا تپوس ترې نه هيچرې مهٔ کوېٔ چې ماته دې څه راوړې دې۔ يا څومره روپېٔ پيسې دې درسره او څومره دې خرڅ کړې۔ پټوه دې راکړه چې وُګورم۔ بلکه انتظار کوېٔ چې هغه پخپله ددې متعلق څه زکر وچيړې۔ نو بيا مناسب تپوسونه پکار دې۔ دَ سړې سره دا حساب هيچرې مهٔ کوېٔ چې ستا تنخواه خو ډيره ده بچت لږ کوې۔ دا دومره دې په څه خرڅ کړې۔ يا دومره زيات خرڅ ولې کوې۔ په دې باندې دَ سړې زړهٔ ماتيږې۔
که مور پلار ېٔ ژوندې وې او هغه خپل امدن هغوې ته ورکوې۔ نو هيچرې په دې بد مهٔ ګنړې۔ بلکه هوښيارې داده چې که خاوند ېٔ تاسو ته درکوې هم چې تاسو ېٔ ترې نه اخلېٔ۔ چې دَ مور پلار زړهٔ ېٔ نه خفه کيږې۔ او په تاسو بد نه وائی چې ځوېٔ ېٔ رانه تر لاسه کړو۔ څومره پورې چې مو سخر خواښې ژوندې وې دَ هغوېٔ خدمت خپل فرض وُګنړېٔ۔ دغه خپل عزّت اولوئی ګنړې۔ دَ سخر خواښې نه دَ جُدا کيدو خواهش هر ګز مهٔ کوېٔ۔ خپله سوچ وُکړېٔ۔ مور پلار هغه په دې طمع ساتلې لوېٔ کړې دې چې په ضعيفیٔ کښې به مو پکار راځې۔ په دې طمع ېٔ ورته وادهٔ کړې دې چې اوس به مونږ په ارام ژوند تيرَوو۔ دَ کور بوج به دوې اُوچتوې۔ اوس چې تاسو دَ راتلو سره دا کوشش شروع کړېٔ چې دَ مور پلار نه دې جُدا شې۔ نو دَ هغوې په زړهٔ به څهٔ تيريږې۔ او کله چې مور ته دا معلومه شې چې نږور رانه ځوېٔ شُوکوې۔ نو دَ دغه ځاېٔ نه فساد شروع شې۔ او دَ جنګ جګړې بنياد کيښودې شې۔ په يو ځاېٔ وسيدو کښې ډير برکت دې۔ دَجدايېٔ کوشش هيچرې نه دې پکار۔
خپل عادت دَ وخت دَ سَره دَ ادب او لحاظ ساتېٔ۔ دَ مشرانو ادب او دَ کشرانو سره مينه کوېٔ۔ خپل کار په بل مهٔ سپارېٔ۔ مه خپل شې په دې اسره پريږدېٔ چې دا بل به ېٔ سمبال کړې۔ دَ کور په کار کښې څهٔ شرم مهٔ ګنړېٔ۔ کوم کار چې مو خواښې نندرور کوې هغې ته خپله مخکښې کيږېٔ۔ دَ هغوېٔ دَ لاس نه ېٔ اَخلېٔ۔ په دې به دَ هغوېٔ په زړونو کښې تاسو سره مينه پيدا کيږې۔
دوه کسان چې خپلو کښې څهٔ خبرې کوې تاسو دَ هغوې نه لرې وُدريږېٔ او هيچرې ددې تلاش مه کوې چې دوېٔ څه خبرې کوې۔ او خواه مخواه دا خيال هم مه کوېٔ چې دا خبرې به ېٔ ځما په حقله کولې۔ دَ دغې شکونو نه خبره خرابيږې۔ دا هم خيال ساتل ضرورې دې چې دَ خواښې په کور کښې بې زړهٔ او خفه خفه مه وسېٔ۔ اګر چې خپل کور پسې زړهٔ خفه وې۔ خو زړهٔ ته تسلّه ورکول پکار دې۔ او وخت په خوشحالیٔ تيرَول پکار دې دا نه چې هر وخت ځان ته ناسته وې ژاړې دَ پلار دَ کور نه لا راغلې نه وې، چې بيا تلو ته ځان جوړَوې۔ بې ځايه ډيرې خبرې کول هم ښه نه دې۔ ځکه چې ډيرو خبرو کښې دَ خولې نه خطا خبرې وُوځې۔ چې بيا پرې بنده ستومانه وې بلکل خاموشې هم ښه نه ده چې په منت زارو خبرې کوې۔ ځکه چې دا غرور او کبر ګنړلې شې۔که دَ سخر په کور کښې درته څهٔ خبره بده ښکاره شې نو دَ مور کره دَ هغې ذکر نهٔ دې پکار دَسخر دَ کور وړې وړې خبرې دَ مور کره کول يا دَ مور ترې نه دَ هرې خبرې تپوسُونه کول ډير بدکار دې۔ دَ دَغې نه ټولې جګړې پورته کيږې۔ نقصان ېٔ ډير دې او فائدہ ېٔ هيڅ هم نشته۔
دَ خاوند دَ سامان ډير خيال ساتېٔ۔ دَ کمرې صفائی، دَ بسترې صفائی،او دَ سامان ځاېٔ ځاېٔ ته رَسَولو خاص خيال کوېٔ۔ که بستره خِيرنه وې يا دَ بالښت اَستر خيرن يا شليدلې وې نو خپله دَ هغې دَ بدلَولو او ګنډلو يا نور جوړَولو خيال کوېٔ۔ چې هغه درته پخپله وُوائی او بيا ېٔ وکړېٔ نو دَ هغې به هيڅ خوند نه وې۔ ښه داده چې خپله ېٔ خيال وساتېٔ۔ چې دَ هغهٔ کوم سامان تاسو سره وې هغه ښهٔ محفوظ کړېٔ۔ که جامې ېٔ وې نو چې ښې صافا او سوتره کړې تيارې پرتې وې۔ که نور سامان وے چې ښهٔ په سليقه پروت وې نو دَ هغهٔ په زړهٔ خوشحالې وې دَ سړې په کار کښې هيچرې خپله حواله مهٔ کوېاو مهٔ ورته چرې دروغ وايېٔ۔ په دروغو دَ بنده اعتبار پورته کيږې۔ بيا ېٔ په رښتيا خبره هم څوک يقين نه کوې۔ که چرې په غصه کښې درته بد رَد وُوائی نو بلکل جواب مهٔ ورکوېٔ۔ په خاموشېٔ سره ېٔ اورېٔ،ګورېٔ چې دَ غُصې ختميدو نه پس به هغه خپله په خپله وَينا ستومانه وې۔ او بيا به درته هيچرې بد رد نه وائی۔ او که تاسو په هغه وخت جواب ورکړېٔ نو خبره به نوره هم زياته شې۔ او خداېٔ خبر چې تر څهٔ حده به ورسې۔
په معمولې معمولې خبره په خاوند باندې شک کول مناسب نه دې۔ په خاوند هيچرې دا تُهمت مه لګوېٔ چې ته خو دَ فلانېٔ سره ډير خاندې، دَ فلانېٔ سره ډير ځې راځې۔ دَ فلانېٔ سره ولې کينې؟ ځکه چې که خاوند بې ګُناه وې نو په دې خبرو به ورته ډير تکليف رسې او که خداېٔ مه کړه عادت ېٔ رښتيا خراب وې۔ نو خيال وُکړېٔ۔ چې په غصه کولو او په جنګ جدل کولو کښې ستاسو خپل نقصان دې۔ په جنګ جګړو څوک دَ خپل عادت نه اوړې نه ستاسو نه به ېٔ زياتې زړهٔ خِيرن شې۔ ا وچې څومره خيال ېٔ ساتلو اوس به هغه هم نه ساتې۔ اوبيا به تاسو پريشانې يېٔ۔ ناکاره عادتونه په زبردستېٔ نه لرې کيږې۔ په هنر او هوښيارېٔ لرې کيږې۔ ځانته يوازې په قلاره قلاره پوه کول او غيرت اَچَول ورته پکار دې۔ که په دغه طرقه سم شو خو ډيره ښه ده۔ که نه سميږې نو دَ خداېٔ په کړو صبر پکار دې۔ دَ خلقو مخکښې ډنډوره کولو، شرمَولو، او جنګ جګړه کولو باندې نور هم ضد پيدا کيږې۔ او کار خرابيږې۔ دا ياد لرېٔ چې سړې په سختېٔ او زبردستېٔ هيچرې هم نشې قبضه کيدې۔ دَ سړې دَ قبضه کولو اسان چل خاشامنده او تابعدارې ده۔ په سړې باندې غصه کول او دباؤ اَچَول سخته کم عقلې او ناپوهې ده۔ دَ دې انجام هميشه خراب وې۔ په هغه وخت کښې ورته فکرنه رسې۔ خو وروستو بيا ارمان کوې۔
په لکنؤو کښې يوه پاکدامنه ښځه ده چې دَ هغې خاوند بدچلَن دې شپه ورځ بَهَر دَ بازارې ښځو سره ناست وې ۔کورته بلکل نه راځې۔ او دَ هغې دَ پاسه دا زياتې چې هغه بازارې ښځه فرمائِشُونه کوې چې نن دې داسې پلاؤ پوخ شې۔ نن دې داسې ترکارې پخه شې۔ او هغه نيکه ښځه بلکل غږ نه کوې۔ څه چې ورته خاوند حکم کوې هغه ورته روزانه تيارَوې۔ او بَهَرته ېٔ ورليږې۔ او هيڅ شکايت نه کوې۔ ټوله دُنيا دَ هغې دَ صبر او همت تعريف کوې او خداېٔ پاک چې څومره اجر ورکوې هغه ددې نه علاوه دې۔ او که چرې خداېٔ پاک ېٔ خاوند ته هدايت وکړو۔ دَ بدچلنېٔ نه واوړيدو نو بس ددې غلام به وې۔
دَ اولادَ ساتنې طريقه
په دې ښهٔ پوهه شېٔ چې په وړوکوالې کښې کوم عادت چا واخستو ښه وې که بد،هغه عمر هغه شان پاتې شې، بدليدې نه شې، په دې وجه دَ وړو دَ تربيت ډير خيال ساتل پکار دې۔ دَ وړوکوالې نه تر ځوانېٔ پورې ددې خبرو خاص خيال وُساتېٔ۔
نمبر۱۔که دَ بَهَرنو پيو ضرورت وې۔نو دَ نيک بختې ښځې او دنيدارې ښځې پیٔ ورکوېٔ۔ دَ پيو خاص تاثير دې۔
نمبر۲۔ دَ ښځو دا عادت دې۔ چې واړهٔ کله دَ سپی پيشونه، کله دَ سپاهې نه ، کله دَ بل څيز نه ويَروې دا ډير بد کار دې په دې دَ وړوکې زړهٔ کمزورې کيږې۔
نمبر۳۔ وړوکې ته دَ پيو ورکولو او نور خوراک ورکولو وخت مقررول پکار دې۔ په دې صحت ښهٔ کيږې۔
نمبر۴۔ دَ وړوکې صاف سُتره ساتل دَ صحت دَ پاره فائدہ من دې ۔
نمبر۵۔ دَ وړوکې ډير جوړَول او سنګار کول ښهٔ نه دې۔
نمبر۶۔ دَهلک دَ سر وِيښته لويَول ښه نه دې۔
نمبر۷۔ جينیٔ ته څو پورې چې دَ پردې قابله نه وې کالې مه اَچَوېٔ۔ دَ وړوکوالې نه دَ کالو شوق په زړهٔ کښې پيدا کيدل ښهٔ نه دې۔ او دا خبره هم ده چې په لاره کوڅه کښې به ېٔ ترې نه څوک پرې کړې۔ بلکه دَ وړوکې دَ ځان خطره هم ورکښې شته۔
نمبر۸۔ دَوړوکې په لاس فقيرانو ته پيسې يا خوراک ورکول او په خپلو رونړو خويندو کښې څيزونه تقسيمول ښهٔ عادت دې۔ په دې دَ سخاوت ماده پيدا کيږې۔ خو ياد ساتېٔ چې تاسو خپل څيزونه دَ هغوېٔ په لاس ورکوېٔ او تقسيموېٔ کوم څيزونه چې شرعاً دَ وړوکې خپل ملکيت وې۔ هغه بل چاته ورکول جائزنه دې۔
نمبر۹۔ دَ وړو په مخکښې دَ ډير خوراک او حرص کولو بد وايَیٔ۔ خو دَ چا نوم مهٔ اَخلې۔ بلکه په دې طريقه چې څوک ډير خوراک کوې۔ خلق ورته غويیٔ وائئ،يا نورې له دې قِسمه خبرې۔
نمبر۱۰۔ دَهلک په زړهٔ کښې دَ سپينې جامې قدر پيدا کول پکار دې۔ او دَ رنګينه او دَ تکلّف دَ جامو نه ېٔ نفرت پيدا کول پکار دې۔ چې ”تهٔ هلک ئ او دا دَ جينکو جامې دې“۔
نمبر۱۱۔ که جينیٔ وې هُم دَ وړوکوالې راسې ېٔ ډيره په رنګينه جامو او ډول ټکور مه عادت کوېٔ۔
نمبر۱۲۔ دَ وړو هر ضد مهٔ پوره کویٔ۔ په دې ېٔ عادت خرابيږې۔
نمبر۱۳۔په زوره خبرو نه ېٔ منع کویٔ۔ جينیٔ خو ورباندې وَهیٔ۔ځکه چې دا به ېٔ عادت شې۔
نمبر۱۴۔دَ داسې وړو سره ناستې نه ېٔ منع کوېٔ۔ دَ چاچې عادتونه خراب وې۔ يا ېٔ دَ سبق سره شوق نهٔ وې۔
نمبر۱۵۔ ددې خبرو نه ېٔ زړهٔ بدَوې۔ دروغ وئیل،کينه کول ،حرص کول،غلا کول،چغلې کول،بې ځايه خندا بړچا کول،چا سره دهوکه کول، دَ خبرې ښهٔ بد ته فکر نه کول، که په دې کارونو کښې څهٔ عادت ورکښې وې،نو چې څهٔ وخت داسې کار وُکړې هغه وخت ېٔ منع کوېٔ چې بيا ېٔ نهٔ کوې۔
نمبر۱۶۔ که څهٔ شیٔ مات ګُډ کړې۔ يا دَ چا سره جنګ جګړه وکړې نو په هغه وخت سزا ورکویٔ۔ داسې کارونو کښې ناز بردارې وړوکې دَ هميشه دَ پاره خرابَوې۔
نمبر۱۷۔ ډير دَ وخته ېٔ اُوده کيدو ته مه پريږدېٔ۔
نمبر۱۸۔ په وختې پاسيدو ېٔ عادت کړېٔ۔
نمبر۱۹۔ چې دَ اُوؤ کالو شې په نمانځه ېٔ اودرَویٔ۔
نمبر۲۰۔ چې دَ سبق دَ وَينا شې اول ورباندې قران شريف اُووايیٔ۔
نمبر۲۱۔څومره چې کيدې شې ديندار اُستاد سره ېٔ کښينَویٔ۔
نمبر۲۲۔ دَ سکول په تلو کښې ورسره چرې نرمې مهٔ کویٔ۔
نمبر۲۳۔ کله کله ورته دَ نيکانو خلقو قِصیٔ اَؤرَوَیٔ۔
نمبر۲۴۔ داسې کتابونه کتلو ته مهٔ ورکویٔ۔ چې دَ عشق خبرې يا خلافِ شرع خبری، يا خوشی قصیٔ وې ورکښې۔
نمبر۲۵۔ داسې کتابونه لوستو ته ورکویٔ چې دَ دُنيا ضرورې خبرې او دَ دين خبرې وې ورکښې۔
نمبر۲۶۔ دَ سکول دَ چُهټیٔ نه پس ورته دَ لوبو موقع ورکویٔ،چې طبيعت ېٔ بند پاتې نشې۔ خو داسې لوبو ته ېٔ مهٔ پريږدېٔ چې دَ زخمې کيدو خطره وې ورکښې ياورکښې څهٔ ګُناه وې۔
نمبر۲۷۔ دَ تماشو نندارو کتلو عادت مهٔ ورکویٔ۔
نمبر۲۹۔ اولاد ته ضرور داسې هُنر اوښيیٔ چې دَ ضرورت په وخت ورباندې دوه څلور پيسې ګټلې شې۔ او دَ ځان ګُذاره چلَولې شې۔
نمبر۳۰۔ جينکو ته دومره خط ضرور اوښئ چې دَ کور ضرورې حساب کتاب کولې شې۔ او ضرورې خطُونه ليکلې شې۔
نمبر۳۱۔ واړهٔ په دې عادت کړیٔ چې خپل کار په خپله کوې۔ او ناراسته نشې۔ هغویٔ ته وايیٔ چې دَ شپې خپله بستره پخپله سمَوې۔ سحر وختې چې پاسې نو خپله بستره پخپله نغاړې۔ او په احتياط ېٔ کيږدې۔ دَ جامو صندوق په خپل انتظام کښې ساتې۔ او شليدلی جامې په خپله ګنډې جامې خِيرنې وې که صفا، په داسې انتظام کښې ساتې چې خرابې نشې۔ او منږک ېٔ ونهٔ خورې۔ دهوبې ته دې خپلې جامې خپله په شمار ورکوې۔ او خپله دې ېٔ ترينه په شمار وُصولَوې۔
نمبر۳۲۔ جينکو باندې تاکيد پکار دې چې کوم کالې ېٔ اَچولې وې۔ دَ شپې اُودهٔ کيدو نه مخکښې ېٔ په حفاظت کيږدې۔ او سحر ېٔ په خپله را اَخلې او ګورې۔
نمبر۳۳۔جينکو باندې خيال پکار دې۔ چې کوم کار په کور کښې کيږې۔ دَ جامو ګنډل، رنګول، خوراک پخول،يا نور کارُونه هغو ته په فکر ګورې۔چې دا څنګه کيږې۔ چې بيا ېٔ خپله هم هغه شان کوې۔
نمبر۳۴۔ واړهٔ که څهٔ ښهٔ کار وکړې۔ په هغې شاباسې ورکوېٔ۔ مينه ورسره کوېٔ۔ او اِنعام ورکوې۔ چې دَ هغهٔ همت زياتيږې۔ او چې کوم کار ناکاره وُکړې نو اول ېٔ ځان ته په دلاسه پوهه کړېٔ چې ښه واړهٔ داسې کار نهٔ کوې۔ خلق به وائی چې دا څنګه ناکاره وړوکې دې وغيره۔اوکه دوباره ېٔ هغَسې کار وکړو۔ نو بيا مناسبه سزا ورکړیٔ۔
نمبر۳۵۔ مور ته پکار دې چې واړهٔ دَ پلار نه ويرَوې۔
نمبر۳۶۔ واړهٔ دې ته مهٔ پريږدېٔ چې څهٔ کار په پټه وُکړې۔ لوبې وې که دَ خوراک څه کار کوم کار چې وړُوکې پټ کوې په دې پوه شیٔ چې دې ېٔ بد ګنړې۔ نو که هغه رښتيا بد وې دَ هغې نه ېٔ منع کړیٔ،او که بد نه وې نو ورته وُوائی چې په څرګنده ېٔ دَ هر چا مخکښې کوې۔
نمبر۳۷۔ داسې کار ورحواله کویٔ چې محنت وې ورکښې چې چُستې پکښې پيدا کيږې۔ او ناراستې ورکښې نه راځې۔ لکه ميل نيم ميل پياده چکرلګَول،مُګدر چلول،ډنډونه ويستل،يا نور داسې ورزشوُنه، جينکو باندې ميچن اوړَول، يا څرخه کول يا داسې بل څهٔ دَ کور دَننه دَ ورزش کار ۔
نمبر۳۸۔ په ګرزيدو کښې ورباندې تاکيد کوېٔ۔ چې سر ډير نيغ نهٔ وړې او تيز تيز هم نه ګرزې۔ دا دَ تکبُّرعلامې دې۔
نمبر۳۹۔ په عاجزېٔ ېٔ عادت کړیٔ چې دَ تکبر تلل يا دَ کبر خبرې نه کوې۔ تردې چې په خپلو همزولو کښې دَ خپلو کتابونو، قلم دوات،يا جامو وغيره صفت هم نه کوې۔ نهٔ په خپل کور يا خاندان فخر کوې۔
نمبر۴۰۔ کله کله ورته څه پيسې ورکویٔ۔ چې په خپل طبيعت ېٔ لګوې۔ ليکن په دې ېٔ عادت کړېٔ چې څهٔ شیٔ په پټه نه اَخلې۔
نمبر۴۱۔ وړوته دَ خوراک چل او په مجلس کښې دَ ناستې چل اوښيیٔ، ځنې ضرورې خبرې ورته مونږ ليکو۔
دَ خوراک طريقه
په ښې لاس خوریٔ،چې په خوراک شروع کویٔ نو اول بِسمِ الله اُووائی،دَ خپلې مخې نه خوریٔ، په خوراک دَ ټولو نه وړومبې شروع مهٔ کویٔ، دَ خوراک څيزونو ته نيغ نيغ مهٔ ګوریٔ، چې څوک خورې هغهٔ ته هم نيغ نيغ مهٔ ګوریٔ زر زر خوراک مهٔ کوریٔ، په نمړیٔ باندې ښهٔ شخوند وَهَیٔ،څو پورې چې يوه نّمړیٔ تيره نه وې بله نمړیٔ خولې ته مهٔ وُړیٔ، ددې خيال ساتیٔ چې ښوروا يا بل څهٔ داسې شیٔ په جامو توېٔ نه شې۔ ګوتې دَ ضرورت نه زياتې په پخکړې مهٔ لړیٔ۔
پَه مجلس کښې دَ ناستې طريقه
دَ چا سره چې ملاويږیٔ په ادب ملاويږیٔ۔ ډيرې په نرمیٔ خبرې کوېٔ۔دَ ضرورت نه زياتې خبرې مهٔ کویٔ۔ په مجلس کښې تُوکانړی مهٔ توکیٔ۔ پوزه مهٔ سونړَویٔ۔ که دَ داسې کار ضرورت وې نو دَ مجلس نه ېٔ يوې ډډې ته کویٔ۔ که اسويلې يا اينږی درته راشې۔نو په خوله لاس کيږدیٔ۔ او اواز په زوره مهٔ وباسیٔ۔ په مجلس کښې چاته شاکول ښهٔ نهٔ دې۔ مهٔ دَ چا طرف ته پښې وباسیٔ۔ په مجلس کښې چاته شاکول ښهٔ نهٔ دې۔ مهٔ دَ چا طرف ته پښې غزَویٔ۔ دَ زنې لاندې لاس مهٔ کيږدیٔ۔ دَ ګوتو نه ټقُونه مه وباسیٔ۔ بې ضرورته دَ چا طرف ته نيغ نيغ مهٔ ګوریٔ۔ په هره خبره قَسَم مه خوریٔ۔ څومره پورې چې کيدې شې پخپله خبرې مه شروع کویٔ څو پورې چې مشرانو نهٔ وې شروع کړې۔دَ بل خبر په غور سره اَؤریٔ چې دَ هغه زړهٔ نه ماتيږې۔ البته که هغه خبره دَ ګُناه وې نو منع ېٔ کړېٔ۔ يا دَ هغې ځاېٔ نه پاسیٔ۔ دَ خبرې په مينځ کښې مهٔ رادانګیٔ چې يو کس خپله خبره پوره کړی هله خبره کول پکار دې۔ چې نور څوک مجلس ته راشې او ځاېٔ کم وې۔ نو پخپله اوخوزيږېٔ۔ راتلونکې ته ځاېٔ پريږدېٔ۔ چې چاسره ملاويږېٔ يا رُخصتيږیٔ۔ نو اَلسَّلامُ عَلَيکُم وايیٔ۔ او دَ سلام په جوا ب کښې وَعليکُم السَّلام وايَیٔ۔ نور قِسم الفاظ مهٔ وايیٔ۔
دَ حقُونو بيان
دَ مور پلار حق۔ مور پلار ته تکليف مهٔ رَسَؤیٔ۔ اګر چې دَ هغه دَ طرفه درسره زياتې کيږې۔ په ژبه او په عمل دَ هغؤی تعظيم کویٔ په هر قسم جائز کار کښې دَ هغویٔ خبره منیٔ۔ که دَ هغویٔ څهٔ ضرورت وې، مالې يا بدنیٔ هغه په ښهٔ شان پُوره کویٔ۔ اګر چې مور پلار مو کافر وې۔ دَ مرګ نه پس ورته دَ مغفرت دُعا کویٔ۔ دَ نفل عبادت او خيرات ثواب ورته بخښیٔ۔ دَ هغویٔ دَ دوستانو هُم عزّت او خدمت کویٔ۔ که دَ هغویٔ په ذمه څهٔ قرض پاتې وې يا ېٔ څهٔ وصيت کړې وې۔ هغه پُوره کړیٔ۔ دَ هغویٔ دَ مرګ نه پس دَ ژړا انګولا نه ځان وساتیٔ۔ په دې دَ هغویٔ روح ته تکليف رسی۔
دَ نيا نيکهٔ حق په شريعت کښې دَ مور پلار په شان دې ۔ همدغه شان ماما او ترور دَ مور په شان او ترهٔ او ترور دَ پلار په شان دې۔ دَ حديث شريف دَ اِشارې نه معلوميږې۔ چې دَ پرورش کوُنکې دائی هم دا حق دې۔ چې ادب او عزّت ېٔ کویٔ۔ که دَ هغې څه مالې ضروريات وې۔ يا ېٔ څه خدمت ته حاجت وې هغه ېٔ ترسره کویٔ، چې وَس مو وې، دَ ميرې مور حق هم شته۔ ځکه چې دَ هغې تعلّق دَ پلار سره وې۔ او دَ پلار دَ دوستانو حق ادا کول هم ضرورې دې۔
په حديث شريف کښې راځې۔ چې مشر ورور دَ پلار په ځاېٔ دې او کشر ورور دَ اولاد په ځاېٔ۔ هم دغه شان مشره خور دَ مور په ځاېٔ ده او کشره دَ اولاد په ځاېٔ۔ دَ هغویٔ هم دغه شان حق دې لکه دَ مور پلار يا دَ اولاد۔
دَ نورو رشته دارو دا حق دې چې که هغویٔ محتاج وې او ستا طاقت وې نو اِمداد ېٔ کوه۔ کله کله ېٔ خبر اَخله۔ که دَ هغویٔ دَ طرف نه څهٔ زياتې وشې، په هغې صبر کوه او تعلّق ورسره مهٔ ختم کوه۔
دَ سخرګنیٔ رشته هم خدایٔ پاک په قران کښې دَ نسب سره ذکر کړې ده۔ دَ دې نه معلوميږې چې دَ سخر، خواښې، اؤښې، ښخينی،زُوم،نږور او دَ ښځې دَ بل سړې نه اولاد يا دَ سړې دَ بلې ښځې نه اولاد هم حقُونه لرې۔ دَ هغویٔ دَ حقُونو هُم خاص خيال ساتل او دَ هغویٔ سره تر خپله وَسه احسان کول ضرورې دې۔
دَ عامو مُسلمانانو حق۔ دَ مسلمان غلطی معاف کول،په مُسلمان رحم کول،دَ مُسلمان عيب پټول،دَ هغهٔ عذر قبلَول، دَ هغهٔ نه تکليف لرې کول، دَ هغهٔ په هر وخت کښې خبر اَخستل او امداد کول دَ مُسلمان سره محبّت ساتل، دَ وعدې خيال ساتل،دَ ناجوړه تپوس کول ، دَ مړې دُعا کول، دَ يَو مُسلمان دعوت قبلَول، دَ هغهٔ تحفه قبلَول، دَ هغهٔ دَ اِحسان نيکه بدله ورکول ، دَ هغهٔ دَ نعمت شکر ادا کول، دَ هغهٔ خبره اؤريدل،دَ هغهٔ سفارش منل، دَ ضرورت په وخت امداد ور رَسَوُل،دَ هغهٔ دَ وړو حفاظت کول، دَ هغه کار ترسره کول،دَ هغه نهٔ نااُميده کول، که يَو مُسلمان په اِينږی اَلحَمدُ لله اُووائی نو هغه ته يرحمُک الله وئیل، ورک شوې شې که په لاس درشې هغه خپل مالک ته رَسَول، دَ مُسلمان دَ سَلام جواب ورکول، دَ هغهٔ سره په نرمیٔ او خوش اخلاقیٔ خبرې کول۔ دَ هغهٔ سره اِحسان کول که يو مُسلمان دَ چا په مرسته قَسم وُخوریٔ دَ هغه قسم پوره کول که په هغه څوک ظلم کوی، دَ هغهٔ مدد کول،او که هغهٔ په چا ظلم کوې هغه دَ ظلم نه منع کول، دَ مُسلمان سره محبّت کول او دشمنی نهٔ کول هغه نهٔ شرمَول، کومه خبره چې ېٔ ځانته خوښه وې هغه بل مُسلمان ته هُم خوښَول، دَ مُلاقات په وخت کښې سلام کول او که سړی دَ سړو سره او ښځه دَ ښځو سره مصافحه وکړې نو دا لا بهتره ده که په خپلو کښې اتّفاقې څهٔ خفګان پيدا شې نو دَ درې ورځو نه زيات تعلّق نهٔ قطع کول، په مُسلمان بدګُمانې نهٔ کول، دَ مُسلمان سره حَسد او کينه نه کول، هغهٔ ته ښه خبره ښيئل او دَ بدې خبرې نه منَع کول په وړو رحم او دَ لويو ادب کول، که دوه مُسلمانان سره خپلو کښې خفه وې دَ هغویٔ خفګان لرې کول، دَ چا غيبت نه کول، هيچا ته نقصان نهٔ رَسَول، نهٔ دَ چا مال ته او نهٔ دَ چا عزّت ته دَ بل چا په ځاېٔ قبضه نهٔ کول۔
دَ ګاونډې حق۔دَ ګاونډې سره اِحسان کول دَ هغه دَ وړو او دَ کور حفاظت کول، که غريب وې نو هغهٔ سره امداد کول او کله کله څهٔ تحفه وَراستَول۔ هغهٔ ته په هيڅ څيز تکليف نهٔ وررَسول۔ او څنګه چې په کور کښې ګاونډې وې دَغَسې په سفر کښې هم ګاوندې وې۔ دَ سفر ملګرې که دَ کور نه درسره شوې وې او که په لار کښې درسره يو ځاېٔ شوې وې۔ دَ هغه هُم دَ ګاونډې په شان حق دې۔ دَ هغهٔ ارام به په خپل ارام وړومبې کوې، بعضې خلق په ګاډې کښې يا لاریٔ وغيره کښې زورَوُرتيا کوې۔ بل چاته ځاېٔ نه ورکوې، دا ډيربد کار دې۔ کوم خلق چې محتاح وې،لکه يتيم ، کونډه، ضعيف، او کمزورې، بيمار، يا دَ لاسو پښو نه معذور، مسافر،سوالګرې، ددې ټولو خلقو دَ عامو مسلمانانو دَ حقُونو نه دا حقُونه زياتې دې۔ دَ داسې خلقو خدمت په مال سره کول، په لاسو پښو سره کول، هغویٔ ته تسّلی او ډاډګيرنه ورکول، او دَ هغویٔ حاجت پُوره کول۔ بعغې حقُونه صرف دَ سړيتوب په وجه وې اګر چې هغه مسلمان نهٔ وې، بې وجهې هيڅ يَو انسان ته تکليف مه ورکویٔ، بې وجهې دَ چاسره بدکلامې مهٔ کویٔ، که څوک اِنسان په څهٔ مُصيبت، غم،تکيلف،يا لوږه کښې ګرفتار اووِينیٔ نو دَ هغه سره اِمداد کویٔ، دارو دُرمل ېٔ کوېٔ، او چې څومره کيدې شې په تکليف لرې کولو کښې ېٔ کوشش کویٔ، په کوم کښې چې شريعت دَ سزا اِجازت ورکړې دې، دَ هغې نه زياتې مهٔ کویٔ۔
دَ ځناورو حقونه۔ دَ کومو ځناورو نه چې څه خاص فائدہ نهٔ وې، هغهٔ مهٔ قيد کویٔ، واړهٔ بچې دَ جالو نه مه رااخلیٔ، دَ هغویٔ مور پلار پريشانه کول ډيره بې رحمې ده۔ کوم څاروې يا مارغان چې دَ خوراک قابل وې۔ هغه هم بې ضرورته مه قتل کویٔ، دَ کومو څاروو نه چې کار اَخلیٔ دَ هغویٔ دَ خوراک او ارام خاص خيال ساتیٔ۔ کوم څاروې چې حلالَویٔ يا کوم څيزونه چې دَ نقصان په وجهه قتل کویٔ۔ نو هغه په تيره چاړهٔ زر ختمَویٔ۔ ترسَول او تکليف ورکول جائز نهٔ دې۔ او نهٔ ېٔ دَ لوږو تندو نه مړکول جائز دې۔ او نه په اور ژوندې سول۔
ضرورې خبره
که دَ چا په حق کښې درنه څهٔ کمې راغلې وې، نو که هغه دَ اَدا کيدو قابل وې څومره زر چې کيدې شې ادا کول ېٔ پکار دې ۔ يا ېٔ معافې غوښتل پکار دې۔ لکه دَ چا قرض درباندې پاتې شوې وې يا دَ چا مال درنه خيانت شوې وې۔ ا وکه صرف دَ معافیٔ وې نو دَ هغې معافې غوښتل پکار دې۔ لکه دَ چا غيبت دې کړې وې۔ يا دې څوک وَهَلې وې يا دې ورته تکيلف رَسَولې وې۔ اوکه دَ څهٔ وجهې نه دې دا حق ادا نه کړې شو او نه دې معاف کړې شو نو هغې خلقو ته هميشه دَ بخشش دُعا کوه۔ کيدې شې چې دَ قيامت په ورځ خداېٔ پاک هغویٔ ستا دَ طرف نه راضې کړې۔ او تا معاف کړې او که ستا څهٔ حق په بل چا باندې پاتې وې۔ نو که دَ وُصوليدو قابل وې خو په ډيره نرمیٔ او مينه ېٔ وُصول کړه۔ او دَ چانه چې دَ وُصولیٔ اميد نه وې يا هغه حق دَ وصولیٔ قابل نه وې۔ لکه چا ستا غيبت کړې وې نو اګر چې په قيامت کښې دَ هغې په عوض کښې دَ نيکيو دَ حاصليدو اميد شته خو په معاف کولو کښې ېٔ ډير ثواب دې۔ ښه داده چې په دُنيا کښې معاف کړې۔ خاص چې څوک ډير منت او خوشامنده وکړې هغه خو معاف کول ضرورې دې خداېٔ پاک به ددې اجر ورکړې۔
تجوؔيد يعنې قران شريف صحيح لوستل
تجوؔيد يعنې قران صحيح لوستل فرض دې۔ او په دې کښې سستې او بې فکرې کول ګُناه ده۔ ددې ډيرې قاعدې دې خو ضرورې خبرې مونږ دلته ليکو۔
نمبر۱۔ دَ دې ټکو خاص خيال ساتل ضرورې دې۔ او فرق ېٔ په ښه طريقه پيژندل پکار دې۔ ا،ع،ء،کښ،په،ت،ط،کښ،په،ث،س،ص کښ،پہ ح،ه کښ او په د،ض او ذ،ظ،زکښ فرق کول۔
(ت) ډکه نشې وئیلي (ط) ډکه وئیلی شې۔(ث)نرمه (س) سخت او (ص) ډک وئیلی شې۔ دَ (ض)ادا کولو په وخت کښې دَ ژبې اَړخ دَ ګَسی داړې سره لګی۔ په مخامخ غاښُونو وئیل غلط دې۔ ددې ډير مشق پکار دې۔
(ذ)نرم۔(ز)سخته۔او (ظ) ډکه وئیلی شې۔
نمبر۲۔ دا حرُوف هميشه ډک وئیلی شې۔ خ،ص،ض،ط،ظ،غ،ق
نمبر۳۔(ن) او (م) باندې چې شد وې نو غُنّه ورکښې وئیلی شې۔ يعنې اواز لږ زيات په پوزه کښې راؤځې۔
نمبر۳۔ په کوم حرف باندې چې زوَر يا زير يا پيش وې او دَ هغې نه وړاندې(اؔ،يایؔ،ياوؔ) نه وې نو هغه اُوږد مه وايیٔ۔ لکه ځنې خلق اَلحَمدُ داسې وائی اَلحَمدُو يَا مَالِکِ داسې وائی مَالِکی يا اِيَّاکَ داسې وائی اِيَّاکَا۔ داسې وينا غلطه ده۔ او کوم ځاېٔ کښې چې اؔ،یؔ،وؔ،وې هغه اُوږد وايیٔ وړُوکی ېٔ مهٔ لولَیٔ۔
نمبر۵۔ پيش لږ غوندې دَ (واؤ) په شان وايیٔ۔ او زير لږ غوندې دَ یٔ په شان۔
نمبر۶۔ کوم ځاېٔ چې په نؔ غړوندې وې او په نؔ پسې ددې حرفونو نه يَو حرف راشې۔ نو هلته کښې غُنّه وئیلی شې۔ هغه حرفونه دا دې۔ (تؔ،ثؔ،جؔ،دؔ،ذؔ،زؔ،سؔ،شؔ،صؔ،ضؔ،طؔ،ظؔ،فؔ،قؔ،کؔ) لکه اَنتُم مِن ثَمَرَةٍ، فَاَنجَينٰکُم،اَنذَرتَهُم،اَنزَلَ،مِنسَاءَتَهُ،يَنشُرُ، لَمَن صَبَرَ، مَنضُود، فَاِن طِبنَ، فَانظُر، يُنفِقُونَ، مِن قَبلِکَ، اِن کُنتُم، ۔
نمبر۷۔ همدغه شان چې په کوم حرف باندې دوه زوَرونه يا دوه زيرونه يا دوه پيشونه وې۔ دَ کوم نه چې دَ نون اواز پيدا کيږې او هغې حرف پسې ددې حرفونو نه يو حرف راشې نو هلته به هم غُنّه وئیلی شې۔ لکه جَنّٰتٍ تَجری ۔ جَميعًا ثُمَّ استَویٰ مِن نَفسٍ شَياءً، رِزقًا قَالُوا، رَسُولُ کرَيم۔
نمبر۸۔ چرته چې په نون غَوړندې وې۔ او ورپسې(رؔ،لؔ، راشې نو هغه نُون بلکل نشې وَئیلی بلکه رؔ يا لؔ کښې مدغم شې۔ لکه مِن رَّبِهّم، وَلٰکِنُ لَّا يشعُرُون۔
نمبر۹۔ دغه شان که په کوم حرف با ندې دوه زوَرونه يا دوه زيرونه يا دوه زِيرونه يا دوه پشُونه وې کوم چې دَ نُون اواز پيدا کوې او ورپسې رؔ يا لؔ راشې۔ نو هلته به دَ نُون اواز نهٔ پيدا کيږې۔ هغه به په رؔ يا لؔ کښې مدغم شې۔ لکه غَفُورُ رَّحِيم، هُدًی لّلمتَّقينَ۔
نمبر۱۰۔ که په نُون باندې غړوندې وې او ورپسې (ب) راشې نو هغه نون به دَ (ميم) په شان وئیلی شې۔ او هلته به غُنّه هم وئیلی شې لکه اَنبِهُم به داسې وئیلی شې اَمبِءهُم ۔ هم دغه شان که په يَو حرف دوه زوَرونه يا دوه زيرونه يا دوه پيشُونه وې۔کوم چې دَ نون اواز پيدا کوې او دَ هغې نه پس بؔ راشې۔ نو هلته به هُم هغه نُون دَ ميمؔ په شان وئیلی شې۔ لکه اَليم بِما به داسې وئیلی شې۔ اَلَيمُم بِمَا بعضې قرانونو کښې په داسې موقع نرې غوندې ميم ليکلې وې۔ او بعضو کښې نه وې ليکلې۔ خو وئیلی هُم دَغَسې شې۔
نمبر۱۱۔ چرته چې مؔ باندې غړوندې وې او ورپسې بؔ راشې۔ نو هغه مؔ باندې هم غُنّه وئیلی شې۔ لکه يَعتَصِم بِا للهِ۔
نمبر۱۲۔ په کوم حرف باندې چې دوه زوَرُونه يا دوه زِيرونه يا دوه پشُونه وې او ورپسې حرف باندې غړوندې وې۔ نو هلته به دَ دوه ؤ زوَرُونو په ځاېٔ يَو زَور وئیلی شې۔ او دَ بل په ځاېٔ به نُون څرګنديږې او په زير به دَ غړوندې سره تړلې شې۔ الفؔ چې کوم دَ دوه ؤ زورُونو سره ليکلې شې هغه به نهٔ شې وئیلی۔ لکه خيرًاالوَصِيَّةُ به داسې وئیلی شې۔ خيرَنِ الوَصِيَّةُ دغه شان دَ دوه ؤ زيرونو په ځاېٔ به يَو زِير وئیلی شې۔ او دَ بل زير په ځاېٔ به نُون څرګنديږې۔ او دَ مخکښې غړوندې سره به په زير تړلې شې۔ لکه فَخُورٍالَّذِی به داسې وَئیلی شې فَخُورِنِ الَّذی۔ هم دغه شان دَ دوه ؤ پيشونو په ځاېٔ به يَو پيش وئیلی شې او دَ بل پيش په ځاېٔ به نون څرګنديږې۔ او دَ مخکښې حرف سره به په زير تړلې شې۔ لکه نُوحُ اِبنَهُ به داسې وئیلی شې۔ نُوحَ نِابنَهُ په ځنې قرانونو کښې داسې موقع باندې وړوکې غوندې نُون ليکلې شوې وې۔ او بعضو کښې نهٔ وې ۔ خو وئیل ېٔ په هر داسې ځاېٔ کښې ضرورې دې۔
نمبر۱۳۔ په رؔ باندې که زوَر يا پيش وې۔ هغه پُرؔ (ډکه) وئیلی شې۔ لکه رَبِ العٰلمين، اَمرُهُم، او که ورلاندې زير وې نو نَریٔ وئیلی شې۔ لکه غَيرِالمَغضُوب او که په رؔ باندې غړوندې وې نو دَ هغې مخکښې حرف ته به کتې سې۔ که په هغې باندې زوَر يا پيش وې نو ډکه به وئیلی شې ۔ لکه اَنذَرتَهُم مُرسَل۔ او که زير وې نو نَریٔ به وَئیلی شې۔ لکه لَم تُنذِر هُم کله کله ورکښې دا قاعده نهٔ چليږې۔ خو په هغې تاسو نشیٔ پوهيدې ۔ اکثر ځايونو کښې هُم دغَسې وئیلی شې۔ دغَسې وئیل پکار دې۔
نمبر۱۴۔ په اَللهُ او اَللّٰهُمَّ کښې چې کوم لام دې۔ ددې لام نه مخکښې حرف ته ګوریٔ۔ که په هغې زوَر يا پيش وې۔نو دا لام به ډک (پُر) وئیلی شې۔ لکه خَتَمَ الله، فَزَادَهُمُ الله، وَ اِذ قَالُوااللّٰهُمَّ۔ او که دَ وړومبې حرف لاندې زير وې نو دا لام به باريک وئیلی شې۔ لکه اَلحَمدُلِله ۔
نمبر۱۵۔ چرته چې غونډه ةؔ ليکلې وې۔ ځانته وې لکه ةؔ۔او که دَ بل حرف سره وې لکه بةؔ، او په هغې اودريدل وې نو هغه (ة) به په هؔ بدليږې۔ لکه قُسوة به قُسوه وئیلی شې۔ او طَيّبَة به طَيِّبَه وئیلی شې۔
نمبر۱۶۔ چرته چې قران کښې داسې علامه لګيدلې وې سہؔ سہؔ هغه حرف به دَ نورو حرفونو نه اوږد وئیلی شې۔لکه وَلَا الضّالِين ،قالوااَنوءمنُ، فِی اٰذانِهم کښې الف،و، ی دَ نوورو ځايونو نه زيات اوږدَؤلې شې۔
نمبر۱۷۔ چرته چې دا علامې وې هلته ودريدل پکار دې۔ مؔ، طؔ، هؔ، قفؔ، کؔ او چرته چې سؔ يا سکته يا وقفه وې۔ هلته لږ حصاريدل دې۔ خو ساه به نهٔ اَخلی۔ بيا به رونيږې۔ او چرته چې ايت کې دوه ځايه داسې وې درې درې ټکی لګيدلې وې۔هلته به په يَو ځاېٔ کښې ودريږې۔ وړومبی ځاېٔ کښې وې او که ورستی کښې او چرته چې لاؔ ليکلې وې هلته به په پورتنیٔ علامه عمل کيږې۔
نمبر۱۸۔ په کوم حرف چې غړوندې وې او ورپسې حرف باندې شد وې نو دلته به وړومبې حرف نشې وئیلی هغه په دې شدؔ واله حرف کښې ننوځې۔ لکه قَدتَّبَيَّنَ کښې دال نشې وئیلی هغه په تؔ کښې ننه ووت۔ قَالَت طّاءِفَة کښې تؔ نشې وئیلی هغه په طؔ کښې ننه ووځې۔ اُجِيبَت دَّعوَتُکُمَا کښې تؔ نشې وئیلی تؔ په دال کښې ننه وته۔ لءِن بَسَطتَّ کښې طؔ نشې وئیلی۔ هغه په تؔ کښې ننوځې۔ اَلَم نَّخلُقَکُم کښې قؔ نشې وئیلی البته که هغه دَ غړوندې واله حرف نون وې يا دَ دوَؤ زوَرُونو يا دَ دوَؤ پيشونو يا دَ دوَؤ زيرونو نه پيدا شوې نون وې۔ او ورپسې دَ شد والا حرف یؔ يا وؔ وې، نو هلته به نُون په پوزه کښې لږ غوندې وئیلی شې۔ لکه مَن يَقولُ، ظُلمٰت وَّ رَعد کښې به دَ نون اواز په پوزه پيدا کولې شې۔
نمبر۱۹۔ وَمَا مِن دَابَةٍ سِيپاره کښې دَ څلورمې رکوع په شپږم ايت کښې چې دا الفاظ دې مَجريهَا ددې رؔ زير به دَ نورو زيرونو په شان نه شې وَئیلی۔ دا به لکه په اردو کښې چې دَ ”ستاری“ په رؔ څنګه زير وئيلی شې دَغَسې نرم غوندې وئیلی شې۔
نمبر۲۰۔ حٰمؔ سيپاره کښې دَ حجرات دَ سورة دَ دوئمی رکوع په وړومبي ايت کښې چې الفاظ دې بِءسَ الاسِمُ، په دې کښې بِءسَ سين دَ چاسره تړلې نه دې ددې نه پس لاؔم دَ بل سؔين سره تړلې دې۔ داسې وئیلی شې ۔ بِءسَ لِسمُ۔
نمبر۲۱۔ تِلکَ الرُّسُل سيپاره کښې دَ سورهٔ اٰلِ عمران په شروع کښې چې کوم الؔمّؔ راغلې دې۔ د هغې مؔيم دَ ورپسې لفظ الله سره داسې تړلې شې۔ الف لَاؔم مِيم اللهُ ۔ بعضې خلق دسې وائی اَلِف لَام مِيم مَ اللهُ ۔ دا غلط دې۔
فائدہ۔ ځنې ځايونه(مقامات) داسې دې چې ليکلې يو شان شې وئیلی بل شان شې۔ ددې ډير خيال ساتل پکار دې۔ وړو ته هغه ځايونه په قران شريف کښې راوباسیٔ او ښهٔ ېٔ ورباندې پوه کړیٔ۔
مقام(۱)۔ قران مجيد کښې هر ځاېٔ کښې چې لفظ دَ ”انا“ راغلې دې په هغې کښې دَ نونؔ نه پس الفؔ نه شې وئیلی۔ بلکه صرف الفؔ او دَ نونؔ زوَر وئیلی شې۔ لکه اَنَؔ غوندې۔
مقام(۲)۔ سَيقُولُ سيپاره کښې دَ شپاړسمې رکوع په دريئم ايت کښې(يَبصُطُ) په صؔ ليکلې شوې دې خو دلته سؔ وئیلی شې۔ (يَبسُطُ) اکثرو قران شريفونو کښې دلته دَ صؔ دَ پاسه وړُوکې غوندې سؔ ليکلې وې۔ که نه ېٔ وې ليکلې هم سؔ وئیلی شې۔ دغه شان وَلَو اَنَّنَا سيپاره کښې دَ شپاړسمې رکوع په پنځم اٰيت کښې لفظ بَصطَة راغلې دې ۔ الته هم سؔ وئیلی شې۔
مقام(۳)۔ لَن تَؔنَا سيپاره کښې دَ شپږمې رکوع په وړومبې ايت کښې لفظ اَفَاءِن کښې فؔ پسې الفؔ ليکلې شې خو وئیلی نهٔ شې۔ وئیلی اَفَءِن شې۔
مقام(۴)۔ لَن تَنَا سيپاره کښې دَ اَتمی رکوع په دريم ايت کښې لفظ دَ لَا اِلی الله کښې وړومبې لاؔم نه پس دوه اَلِفُونه ليکلې شې خو وئیلی يَو الفؔ شې۔ لَاِلَی الله په شان۔
مقام(۵)۔ لَا يُحِبُّ اللهُ سيپاره کښې دَ نهمی رکوع په دريئم ايت کښې تَبَوءَ کښې په همزه پسې الفؔ ليکلې شې خو وَئیلی نه شې۔
مقام(۶)۔ قَالَ المَلَاءُ سيپاره کښې دَ دريئمی رکوع په څلورم ايت کښې مَلاءِهِ کښې لاؔم پسې الفؔ ليکلې شې خو وئیلی نهٔ شې۔ وئیلی مَلَءِهِ شې۔ دا لفظ چې په قران شريف کښې هر چرته راغلې دې هُمدغسې وَئیلی شې۔
مُقام(۷)۔ وَاعلَمُو سيپاره کښې دَ ديارلسمی رکوع په پنځم ايت کښې لَا اَو ضَعُوا کښې لام پسې الفؔ ليکلې شې خو وئیلی نشې۔ لَاَوضَعُو وَئیلی شې۔
مُقام(۸)۔ وَمَا مِن دَاؔبَّةٍ سيپاره کښې دَ شپږمی رکوع په اتم ايت کښې ثَمُودَا کښې داؔل پسې الفؔ ليکلې دې خو وئیلی نه شې۔ دغه شان سيپاره قَالَ فَمَا خَطبُکُم کښې دَ سُورهٔ النَّجم دَ دريئمی رکوع په نولسم ايت کښې هم ثَمُودَا سره الفؔ ليکلې شوې دې خو وئیلی صرف ثَمُود شې۔
مُقام(۹)۔ وَمَا اُبَرّیُٔ سيپاره کښې دَ لسمې رکوع په څلورم ايت کښې لَتَتلُوَ کښې واو پسې الفؔ ليکلې شې خو وئیلی نشې۔ لِقَتلُوَ وئیلی شې۔
مُقام(۱۰) سُبحَانَ الَّذی سيپاره کښې دَ اولَّسمې رکوع په اوم ايت کښې لٰکنَّا په نون پسې الفؔ ليکلې دې خو وئیلی لٰکنَّ شې۔
مُقام(۱۱)۔ وَقَالَ الَّذِينَ سيپاره کښې دَ اولَّسمی رکوع په اُوَم اٰيت کښې لَا اَذبحَنَّهُ کښې لاؔم پسې دوه الِفونه دې خو وئیلی يو شې لَاَذبَحَنَّهُ وَئیلی شې۔
مُقام(۱۲)۔ وَمَاؔلِیَ لاَ سيپاره کښې دَ شپږمی رکوع په اُوه څلويښتم ايت کښې لَا اَلیَ الجَحِيمِ کښې لاؔم پسې دوه الِفونه دې خو وَئیلی يو شې۔ لَاِلیَ الجحِيمِ۔
مُقام(۱۳)۔ حٰمؔ سيپاره کقې دَ سُورهٔ محمدﷺ دَ وړومیٔ رکوع په څلورم ايت کښې لِيَبلُوا کښې وا وپسې الفؔ ليکلې دې خو وئیلی نه شې۔ همدغه شان دَدې سُورة دَ څلورمې رکوع په دريئم ايت کښې دَ نَبلُوَا په واؔو پسې هم الفؔ شته خو وئیلی نشې۔ لِيَبلُوَ او نَبلُوَ وئیلی شې۔
مُقام(۱۴)۔ تَبَارَکَ الَّذی سيپاره کښې دَ سُورهٔ دؔ هر د وړومبیٔ رکوع په څلورم ايت کښې سَلَا سِلَا کښې په دويئم لاؔم پسې الفؔ ليکلې دې خو وئیلی نشې۔ سَلَاسِلَ وَئیلی شې۔ او هم دَ دې رکوع په پنځلسم او شپاړسم ايت کښې دوه ځله قَوَارَيرَا قَوارَير راغلې دې او دواړه ځايه کښې په رؔ پسې الفؔ ليکلې دې۔ اکثر خلق په وړومبی قَوارَيرَ باندې وُدريږې۔ او څوک نه وُدريږې۔ نو چې څوک وُدريږې، هغویٔ به دَ وړومبې سره الفؔ وائی او دَ دويئم سره به نه وائی قَوَارِيرَ قَوَارِيرَ به وائی۔
فائدہ۔ په وَاعلَمُوا سيپاره کښې دَ سُورهٔ برأة په شروع کښې بِسمِ الله نهٔ ده ليکلې شوې۔ دَ هغې دا حکم دې چې که څوک دَ وړاندې نه تلاوت کوې۔ دَغَسې روان وې دې سُورة ته راوُرسې نو هغه به ېٔ هم دَغَسې وائی بِسمِ الله به ورته نه وائی ۔ يا ېٔ سُورة تر نيمې وئیلی وې بيا ېٔ پس کړې وې۔ اوس ېٔ دَ نيمې نه بيا شروع کوې نو هغه به ورته بِسمِ الله ضرور وائي۔
دَ اُستاد دَ پاره ضرورې ده چې دا قاعدې وړو يعنې شاګردانوته ښی وښیٔ او ورباندې څو څو ورځې په پاؤ پاؤ نيمه نيمه سيپاره کښې ښهٔ مَشق وُکړې۔
دَ لاندينو مَسٔلو دَ ښيئلو طريقه
که لو لَوونکی سړے وې نو دا مسٔلی دې ښځو يا جينکو ته خپله نهٔ لوَلَوې۔ دَ خپلې ښځې په ذريعه دې ېٔ وښئ۔ يا دې ورته هدايت وکړې چې خپله ېٔ وُګوری۔ کم عمر هلک ته ېٔ هم لوَلَول مناسب نه دې۔ خپله دې ېٔ ځان سره وګورې۔
دَ کومو ښځو سره نکاح حرامه ده؟
دَ ص۴۴۲ سره متعلّق
نمبر۱۷۔يَو سړې دَ يَوې ښځې سره زِنا وکړه۔ نو اوس دَ هغې ښځې دَ مُور او دَ هغې ښځې دَ اولاد سره نکاح نه شې کولې۔ (په زِنا هم هغه رشتې حراميږې کومې چې په نکاح حراميږې۔ مترجم)
نمبر۱۸۔ که يَوې ښځې يَو سړې ته په بد نيت لاس واچَولو۔ (نور ېٔ څهٔ نه وې کړې) دَ هغې ښځې مور يا اولاد ته ددې سړې سره نکاح جائز نه دہ۔ دغه شان که يَو سړې يَوې ښځې ته په بد نيت لاس واچَولو هغې سړې باندې دَهغې مور او اولاد حرام شو۔
نمبر۱۹۔دَ شپې دَ خپلې ښځې دَ پاسَولو په نيت پاسيدو۔ مګر غلطیٔ سره ېٔ لاس دَ خپلې لُور يا په خواښې وُلګيدو۔ نو هغه سړې باندې خپله ښځه هميشه دَ پاره حرامه شوه۔ دَ جائز کيدو ېٔ هيڅ صورت نشته۔ اوس به ورته طلاق ورکوې۔
نمبر۲۰۔ که چا په بد نيت خپلې ميری مور ته لاس وروُړو نو اوس دَ دغې هلک دا ميره مور دَ دې هلک په پلار هميشه دَ پاره حرامه شوه۔ دَ روا کيدو ېٔ هيڅ صورت نشته۔ همدغه شان که ميرنیٔ مور خپل ميرنی ځویٔ ته په بد نيت لاس وروُړلو، هم دا ښځه په خاوند حرامه شوه۔
نمبر۲۱۔ دَ کومې ښځې چې خاوند نه وې۔ دَ بدکاریٔ نه ېٔ حمل شوې وې۔ دَ هغې نکاح جائزہ ده خو دَ بچې تر پيدا کيدو ورته نزديکت جائز نه دې۔ البته که دَ هم هغه سړې سره ېٔ نکاح وشوه دَ چانه چې ېٔ حمل شوې دې نو هغهٔ ته ورسره نزديکت جائز دې۔
دَ وَلی اَحکام
(دَ ص۴۴۷ متعلق)
نمبر۱۰۔ (دَ نکاح دَ اِطلاع نه پس) کله چې په ژبه باندې وَينا ضرورې وې۔ که چا په ژبه ونه وې، خو چې خاوند ورسره ملاستی ته راغلو نو اِنکار ېٔ ونه کړو نو نکاح ېٔ صحيح شوه۔
نمبر۱۵۔ دَ پلار او نيکهٔ نه علاوه بل چا ېٔ نکاح تړلې وه۔ جينیٔ وړه وه او دَ نکاح نه خبر وه۔ بيا ځوانه شوه۔ او تر اوسه لا دَ خاوند سره اُوده شوې نه وه۔ نو چې څه وخت ځوانه شې، نو هغه وخت ورته خپله ناراضګې ظاهِرَول پکار دې۔ چې زهٔ په دې نکاح راضې نه يم،يا زهٔ دا نکاح باقې نهٔ ساتم۔ که ځانته يَوَاځې وې او بل څوک ورسره نهٔ وې ۔ بيا هم دا الفاظ ورته په هغه وخت وئیل ضرورې دې۔ بيا صرف په دې نکاح نهٔ ماتيږې۔ شرعې حکم ته به ځې۔ دَ خپلې ناراضګیٔ اِظهار به وکړې۔ نو هغه به ېٔ نکاح ماتوې۔ دَ ځوانيدو نه پس که يوه لحظه هُم خاموشه پاتې شوه۔ نو بيا ورته دَ نکاح ماتَولو اِختيار نشته۔ اوکه هغه دَ خپلې نکاح نه خبر نهٔ وه۔ دَ ځوانيدو نه پس خبر شوه۔ نو چې کوم وخت خبر شې۔ په هغه وخت ورته اِنکار پکار دې۔ که په هغه مجلس کښې ېٔ اِنکار ونهٔ کړو نوبيا ورته اِختيار نشته۔
نمبر۱۶۔ اوکه ځوانه نهٔ وه، خو دَ خاوند سره اُودهٔ شوې وه۔ ددې نه پس ځوانه شوه۔ نو فورًا دَ ځوانيدو سره يا دَ خبر رسيدو سره وته اِنکار ضرورې نهٔ دې۔ بلکه ترڅو پورې چې دَ هغې دَ رضامندې حال يقينې معلوم نه وې۔ تر هغې وخته پورې ورته اِختيار دې هر څومره وخت چې ورکښې تير شې۔ کله چې ېٔ صفا اِقرار وکړو چې دا نکاح ماته منظوره ده۔ يا دَ څه کار نه ېٔ رضا مندې معلومه شوه۔ لکه دَ خاوند سره په جُدايیٔ کښې لکه د َښځې په شان پاتې شوه۔ نو اِختيار ېٔ ختم شو، او نکاح لازمه شوه۔
دَ مَهَر اَحکام
(دَ ص۴۵۲ متعلق)
نمبر۳۔ که چا سل(۱۰۰) روپیٔ يا هر څومره چې وې دَ خپل حيثيت مطابق مَهَر وُتړلو او وادهٔ ېٔ وُکړو۔ دَ ښځې سره ېٔ نِزديکت وکړو۔ يا نزديکت خو ېٔ نه وې کړې خو لکه دَ ښځې خاوند دواړه داسې ځانته ځاېٔ کښې پاتې شوې وې۔ چې هلته ورته په نزديکت کښې څه حرج نهٔ وو نو په دې سړې پوره مَهَر ورکول واجب شې۔ او که داسې هيڅ خبره هم نه وه شوې۔ او خاوند ېٔ مړ شو۔ يا دا ښځه مړه شوه هم به پوره مَهَر واجبيږې۔ اوکه دَ دې مخکښې ېٔ طلاق ورکړو نو نيم مَهَر به ورکوې۔
نمبر۴۔ که ښځه خاوند دواړو کښې يو کس ناجوړه وو۔ يا ېٔ دَ رمضان روژه نيولې وه۔ يا ېٔ حج احرام تړلې وو۔ يا دَ ښځې دَ جامو ورځې دې۔يا داسې ځاېٔ وو چې خلقو ورته کتل نو داسې وخت کښې دَ دواړو ځانته کيدل په ځانته کيدو نه دې حساب۔ که طلاق ېٔ ورکړو نو نيم مَهَر به ورکوې۔ البته که روژه ېٔ دَ رمضان نه وه نفلې يا نذرې يا قضا روژه ېٔ نيولې وه او داسې ځاېٔ کښې جُدا شول چې بل چا نه ليدل نو پوره مَهَر په سړې واجب شو۔
نمبر۵۔ خاوند ېٔ نامرد دې څهٔ کولې نشې۔ بيا هم که دواړه داسې ځاېٔ کښې ځانته شې چې څوک ېٔ نه وينې۔ او بل څه مانع هم نه وې نو په سړې پُوره مَهَر واجبيږې۔ همدغه شان که دَ هِجړا سره ېٔ نکاح کړې وې۔ او دواړه ځانته شول بيا ېٔ طلاق ورکړو۔ نو پُوره مهر به ورکوې۔
نمبر۶۔ ښځه خاوند دواړه ځانته شوې وو۔ خو جينیٔ دومره وړه وه چې دَ نزديکت قابله نهٔ وه۔ يا هلک دومره وړوکې وو چې دَ څهٔ قابل نهٔ وو۔ نو په دې ځانته کيدو پوره مَهَر نه واجبيږې۔که طلاق ېٔ ورکړو نو نيم مهر به ورکوې۔
نمبر۱۵۔ که چا نکاح بې طريقې تړلې وه۔ په دې وجه دَ دواړو مينځ کښې جدائی وکړې شوه۔ لکه چاپه پټه نکاح تړلې وه۔ دَ دوه ؤ ګواهانو مخکښې نه وه۔ يا ګواهان خو وو خو کانړه وو دَ نکاح الفاظ ېٔ نه اوريدل يا ورته خاوند طلاق ورکړې وو ۔ يا ېٔ خاوند مړ شوې وو او عدّت ېٔ لا پوره نهٔ وو چې بله نکاح ېٔ تړله۔ يا بل څهٔ داسې بې قاعدګې شوې وه چې نکاح نه صحيح کيده۔ دَ هغې په وجه هغه نکاح ماته کړې شوه۔ او دواړه جُدا شول، نو په داسې حالت کښې که سړے ورته نزدې شوې نه وې۔ خو هيڅ مَهَر پورې نه واجبيږې۔ که دواړه ځانته يوازې شوې وې هم مَهَر پرې نشته البته که سړې ورسره نزديکت کړې وې نو مَهرِمثل ورباندې واجب دې، ليکن دَ نکاح په وخت چې ېٔ کوم مهر تړلې وې که مَهرِمثل دَ هغې نه زيات وو نو بيا به مهرِمثل نه ورکوې۔ هغه مقرر کړې مَهر به ورکوې۔
نمبر۱۶۔که څوک دَ خپلې ښځې په ځاېٔ په غلطیٔ دَ بلې ښځې سره څملاستو نو هغې به مهرِ مثل ورکوې۔ او دې ته به زِنا نه وايو۔ نهٔ ورباندې څهٔ ګُناه شته۔ بلکه که دَ دغې نه ېٔ حمل شو۔ نو هغه وړوکې ته به حرأمې نشې وئیلی۔ دَ هغه نسب دَ دغه سړې نه صحيح دې۔ او چې څهٔ وخت ورته معلُومه شوه چې دا ځما ښځه نهٔ ده۔ نو بيا ورته نزدې کيدل جائز نهٔ دې۔ او هغه ښځه به هُم خپل خاوند ته نه نزدې کيږې۔ څو پورې چې عدّت نه وې پوره کړې(دَ عدّت بيان ورستو راځې)۔
نمبر۱۹۔ څومره مهر چې پيشګی ورکول رواج وې که خاوند هغه هومره مَهَر نه وې ورکړې نو ښځې ته اِختيار دې چې دَ نزديکت نه ېٔ منَع کړې۔که يَو ځل ېٔ پريښې وې هُم ېٔ بيا منع کولې شې۔ او که هغه ېٔ دَ ځان سره په سفر بوځې نو دَ تلو نه اِنکار کولې شې۔ همدغه شان که دا ښځه دَ چا خپلوانو کره ځې۔ يا دَ چا خپل سره په سفر چرته ځې۔ نو خاوند ېٔ منع کولې نشې۔ اوکه هغه هومره مهر ېٔ پيشګې ورکړې وې څومره چې عام رواج دې۔ نو بيا ښځې ته اِختيار نشته۔ چې دَ نزديکت نه ېٔ منع کړې۔ او نهٔ دَ سفر تلو نه اِنکار ورته جائز دې، او نهٔ دَ خاوند دَ اِجازت نه بغير چرته تلې شې۔
دَ کافِرو دَ نکاح بيان
(دَ ص۴۵۴ متعلق)
نمبر۳۔که ښځه مسلمانه شوه او خاوند ېٔ مسلمان شوې نهٔ وو نو څو پورې چې ېٔ درې ځله جامې نهٔ وې راغلې دَ بل سړې سره نکاح نشې کولې۔
په ښځو کښې برابرې کؤل
دَ ص۴۵۴ متعلق
که دَ يو سړې ګنړې ښځې وې نو په نزديکت کښې ورباندې برابرې واجب نه دې۔ که دَ يوې ښځې په وار کښې هغې ته نزدې شوې وې نو ضرورې نه ده چې دَ بلې په وار کښې هم خواه مخواه هغې ته نزدې شې۔
دَ درې(۳) طلاقو حُکم
دَ ص۴۶۴ متعلق
نمبر۱۔ دَ درې طلاقونو نه پس که دا ښځه دَ هم دَغه سړې سره پاتې کيدل غواړې نو دَ هغې صرف يَو صورت دې۔ چې وړومبې دَ بل سړې سره نکاح وکړې۔ هغه ورسره نزديکت وکړې او بيا طلاق ورکړې۔ نو دَ عدّت پوره کيدو نه پس بيا دَ هغه وړومبی سړې سره نکاح کولې شې۔ بغير دَ دويئم خاوند کولو نه په هيڅ شکل وړومبی سړې ته نشې روا کيدې۔ او که دَ دويئم سړې سره ېٔ نکاح وُکړه او هغه ورته نزدې شوې نهٔ وو، چې مړ شو۔ يا ېٔ دَ نزديکت نه وړومبی طلاق ورکړو،دَ هغې هيڅ اِعتبار نشته۔ په وړومبی سړې هلهٔ روا کيدې شې۔ چې دويئم خاوند ورسره نزديکت کړې وې۔ بغير ددې نه ېٔ بل هيڅ شکل نشته۔
که دَ دويئم سړې سره ېٔ په دې شرط نکاح شوې وه۔ چې دَ نزديکت نه پس به طلاق ورکوې نو ددې شرط اِعتبار نشته۔ هغه سړې ته اِختيار دې، چې بيا ېٔ پريږدې۔ او که نه ېٔ پريږدې او په دې شرط سره نکاح کول سخته ګُناه ده او حرامه ده۔ دَ خداېٔ تعالیٰ دَ طرف نه ورباندې لعنت وئیلی شې۔ ليکن نکاح ېٔ صحيح ده۔ او که هغه خاوند ېٔ دَ نزديکت نه پس پريږدې يا مړ شې نو دَ وړومبی سړې سره بيا نکاح کولې شې۔
په څهٔ شرط باندې طلاق ورکول
دَ ص۴۶۸ متعلّق
نمبر۹۔ که چا خپلې ښځې ته وُوې که ستا جامې راغلې نو تاته طلاق دې ددې نه پس هغې وينه وليده، نو دَ ليدو سره ورته طلاق پريوځې۔ بلکه چې پُوره درې ورځې وينه راشې۔ نو دَ هغې نه پس به دا حکم لګی۔ چې دَ کوم وخت نه ورته طلاق پريوتې دې، اوکه داسې ېٔ وئیلی وو چې ”تاته يَو حيض راشې نو طلاقه ېٔ“ يا چې ”تا يَو ځل جامې راشې نو طلاقه ېٔ“۔ نو دَ جامو په ختميدو به ورته طلاق پريوځې۔ کله چې پاکه شې۔
په طلاقِ رجعی کښې رجعت کول
دَ ص۴۷۲ متعلق
نمبر۲۔ دَ رجعت يوه طريقه دا هم ده چې پ ژبه هيڅ اُونهٔ وائی خو نزديکت ورسره وکړې۔ يا ېٔ په مينه ښکل کړې۔ يا ورته په خواهش سره لاس وروُړې۔ په دې ټولو حالتُونو کښې دا بيا دَ هغهٔ ښځه شوه۔ دَ دوباره نکاح تړلو ضرورت نشته۔
نمبر۵۔ دَ کومې ښځې چې جامې راځې دَهغې دَ پاره دَ طلاق دَ عِدّت مُده داده چې درې ځله ېٔ جامې راشې، کله چې ېٔ درې ځله جامې راغلّې، نو عدّت ېٔ پوره شو۔ بيا هم که دريئم ځل جامې ېٔ پوره لس ورځې وې۔ نو دَ وينې دَ بنديز سره ېٔ عدّت پوره شو۔ غُسل ېٔ کړې وې که نه، اوس ېٔ خاوند ته دَ رجعت اِختيار نشته۔ او که دريئم ځل جامې ېٔ پوره لس ورځې نهٔ وې نو چې کله وينه بنده شوه۔ او دې ښځې لا غُسل نهٔ وې کړې۔ نهٔ ورباندې دَ مانځه وخت تير شوې وې نو اوس ېٔ هُم خاوند ته اِختيار شته چې رجعت وکړې۔ يعنې دَ طلاق نه واپس شې۔ او ښځه ځان سره حصاره کړې۔ البته که دَ وِينې بنديدو نه پس ېٔ غُسل وُکړو يا ورباندې دومره وخت تير شو چې دَ يَو مانځه قضا ورباندې راغله۔ نو اوس ېٔ خاوند ته دَ رجعت اِختيار نشته۔ دويئمه نکاح به تړې۔
نمبر۶۔ کومې ښځې ته چې خاوند نزدې شوې نهٔ وې، اګر چې ځانته يوازې ځاېٔ کښې جُدا شوې وې، هغې ته دَ يو طلاق ورکولو نه پس هم خاوند ته دَ رجعت اِختيار نشته۔ ځکه چې داسې ښځې ته طلاقِ بائِن پريوځې۔ بيا به دوباره نکاح تړې۔
نمبر۷۔ که دواړه سره ځانته جُدا شوې وې۔ ليکن خاوند ېٔ دا اقرار وکړو چې زهٔ ورنزدې شوې نهٔ يم۔ دَدې نه پس ېٔ يَو طلاق ورکړو نو اوس ورته دَ رجعت اِختيار نشته۔ نکاح به تازه کوې۔
دَ نِزديکت نه قَسَم خوړل
(ښځې سره دَ نهٔ نزدې کيدو نه قَسَم خوړل)
نمبر۱۔ چاچې قَسَم وخوړو، وُې وئیل۔ چې ”قسم په خداېٔ تاته به نهٔ نزدې کيږم“۔ يا ”ستا سره به هيچرې نزديکت نه کوم“۔ يا قسم مې دې وې چې تاته به نهٔ درنزدې کيږم۔“ يا بل شان ېٔ وُوې ۔ خو دَ نزديکت نه ېٔ قَسَم وُخوړو۔ دَ هغې حکم دادې چې که هغه سړے پوره څلور مياشتې کښې ښځې ته ورنزدې نهٔ شو نو دَ څلور مياشتو پُوره کيدو نه پس به هغې ښځې ته طلاقِ بائن پريوځې۔ اوس بغير دَ دوبانده نکاح تړلو دَ ښځې خاوند په شان نشې وسيدې۔ او که سړی دَ څلورو مياشتو دننه ورنزدې شو، خپل قَسم ې مات کړو نو اوس به طلاق نهٔ پريوځې۔ او دا سړې به دَ قسم کفاره ورکوې داسې قَسَم خوړلو ته ”اِيلاء“ وئیلی شې۔
نمبر۲۔ دَ هميشه دَ پاره نزديکت نه ېٔ قسم نهٔ وو خوړلې ۔ بلکه فقط دَ څلورو مياشتو دَ پاره ېٔ قَسم خوړلې وو۔”چې څلور مياشتې به نهٔ درنزدې کيږم“۔ دا هم ”اِيلاء“ ده۔ که په دې څلورو مياشتو کښې ورنزدې نشو نو ښځې ته به طلاق بائن پريوځې۔ او که ورنزدې شو، نو دَ قسَم کفاره به ورکوې۔(دَ قسم کفاره مخکښې راځې)۔
نمبر۳۔ که دَ څلورو مياشتو نه کم قسم ېٔ خوړلې وو۔ دَ هغې هيڅ اِعتبار نشته۔ که دَ يوې ورځې کم څلورو مياشتو قسم ېٔ خوړلې وو۔ نو هم اِيلاء نه ده۔ البته چې دَ څومره ورځو دَ پاره ېٔ قسم خوړلې وو که دَ هغې نه کمو ورځو کښې ورنزدې شو نو قسم ېٔ مات کړو دَ قسم کفاره به ورکوې۔ او که هغه ورځې ېٔ پوره کړې نو هيڅ هم پرې نشته۔ قسم به ېٔ هم پوره شې، او طلاق هم نهٔ پريوځې۔
نمبر۴۔ چا قسم خوړلې وو چې ”څلور مياشتې به ښځې ته نهٔ نزدې کيږم“۔ هغه موده تيره شوه۔ ښځې ته ېٔ طلاق بائن پريوتو۔ او دَ طلاق نه پس ېٔ بيا ورسره نکاح وُتړله۔ نو اوس دَ دې نکاح نه پس که څلور مياشتې ورنزدې نه شې۔ نو هيڅ نقصان نشته۔ او که دَ هميشه دَ پاره ېٔ قَسَم خوړلې وو۔ داسې ېٔ وئیلی وو”چې قسم مې دې وې چې تاته به هيچرې نه نزدې کيږم“۔ بيا ېٔ قسم مات نهٔ کړو۔ څلورمياشتې پوره شوې ،طلاق ورته پريوتو۔ د َطلاق نه پس ېٔ ورسره بيا نکاح وُتړله او دَ نکاح نه پس بيا هم څلور مياشتې ورنزدې نهٔ شو۔ نو دويئم ځل به طلاق پريوځې۔ اوکه دريئم ځل ېٔ بيا نکاح وُتړله۔ او بيا هم څلور مياشتې کښې ورنزدې نهٔ شو نو بيا به ورته دريئم ځل طلاق پريوځې۔ او ددې نه پس بغير دَ بل سړې سره نکاح کولو نه ددې سړې سره نکاح نهٔ شې کولې۔ ځکه چې درې ځله طلاق شو۔ او که دَ دويئمی نکاح يا دريئمی نکاح پس ېٔ قسم مات کړو۔ دَ څلورو مياشتو دننه ورنزدې شو۔ نو بيا طلاق نهٔ پريوځې۔ دَ قسم کفاره به وکوې۔
نمبر۵۔ که دغه شان درې ځله نکاح کښې ورته درې طلاقه پريوتل۔ دَ دې نه پس ېٔ بل خاوند وکړو۔ هغه پريښوه عدّت ېٔ ختم شو۔ او بيا ېٔ ددې سړې سره نکاح وُتړله۔ او هغه ورته بيا هم په څلور مياشتې کښې نزدې نهٔ شو۔ نو اوس ورته طلاق نهٔ پريوځې۔ ليکن هر کله چې ورنزدې شو دَ قسم کفاره به ورکوې۔ ځکه چې قسم ېٔ دَ هميشه دَ پاره خوړلې وو۔
نمبر۶۔که ښځې ته ېٔ طلاقِ بائن ورکړې وو۔ بيا ېٔ دَ هغې سره نزديکت نه قسم وُخوړو۔ نو دا ”اِيلاء“ نه ده۔ که دوباره ېٔ ورسره نکاح وُتړله او څلور مياشتې کښې ېٔ نزديکت ونه کړو نو طلاق نهٔ پريوځې۔ ليکن چې کله ورنزدې شو نو دَ قسم کفاره به ورکوې اوکه دَ طلاق رجعی ورکولو نه پس ېٔ دَ عدّت پوره کيدو نه مخکښې داسې قسم وُخوړو۔ نو دا ”اِيلاء“ ده۔ اوس که ېٔ رجعت وکړو۔ او څلور مياشتې ورنزدې نشو، نو طلاق به پريوځې۔ او که نزديکت ېٔ وکړو نو دَ قَسم کفاره به وکوې۔
نمبر۷۔ که قَسَم ېٔ نه وو خوړلې بلکه داسې ېٔ وَئیلی وو۔” که تاته نزدې شوم نو په ما طلاقه ېٔ“۔ دا هم ”اِيلاء“ ده۔ که ورنزدې شو نو رجعې طلاق به ورته پريوځې۔ او کفاره پکښې نشته۔ اوکه څلور مياشتې کښې ور نزدې نشو نو بائن طلاق به ورته پريوځې۔ اوکه داسې ېٔ وُوې که تاته درنزدې شوم نو په ما حج دې يا يوه روژه ده۔ يا يوه روپیٔ يا څهٔ خيرات دې۔ دا هم ”اِيلاء“ ده۔ که څلور مياشتې کښې ورنزدې نه شو نو طلاقِ بائن به پريوځې۔ او که ورنزدې شو نو څهٔ چې ېٔ ياد کړې وې هغه به پرې واجب کيږې۔ دَ قسم کفاره پکښې نشته۔
ښځې ته دَ مور پَه شان وئیل
نمبر۱۔ که چا ښځې ته وُوې ”ته ماته دَ مور په شان ېٔ ”يا ”ځما دَ مور برابر ې“۔ يا ”ځما دَ مور په حساب ې“۔ يا اوس خو ته ځما په حق کښې دَ مور په شان ې“۔ نو کَتې به شې دَ دهٔ دَ دې وَينا مطلب څهٔ وو۔ که دا مطلب ېٔ وو چې بُوډیٔ شوې په عُمر کښې ځما دَ مور برابر ېٔ۔ يا په تعظيم او احترام کښې راته دَ مور برابر ېٔ۔ يا په شکل کښې ځما دَ مور په شان ېٔ۔ يا دا چې دَ دې وَينا ېٔ څه خاص مطلب نهٔ وو، هسې بکواس ېٔ وکړو۔ نو ددې هيڅ نقصان نشته۔ اوکه دَ دې وَينا نه ېٔ مطلب پريښول او طلاق ورکول وې، نو يو طلاق بائن به پريوځې۔ او که نيت ېٔ دَ ښځې پريښول نهٔ وو۔ نه ېٔ طلاق ورکولو بلکه مطلب ېٔ دا وو چې ځما په نکاح کښې نه ېٔ دلته به ناسته ېٔ خو ستا نزديکت په ما هميشه دَ پاره داسې حرام دې لکه مور چې راباندې حرامه ده۔ بس روټیٔ جامه اخله او ناسته وسه۔ تاته به نزدې کيږم نه نو دې ته په شريعت کښې ”ظِهؔار“ وئیلی شې۔ ددې حکم دادې چې هغه ښځه وې خو به دَ دهٔ په نکاح کښې خو څو پورې چې دې سړې کفاره نهٔ وې ادا کړې هغې ښځې ته نزديکت ،هغې ته په خواهش لاس وروړل، دَهغې ښکلَول،دَ هغې سره مينه کول هر څهٔ ورباندې حرام دې۔ څو پورې چې ېٔ کفاره نهٔ وې ورکړې۔ دا هر څهٔ به پرې حرام وې۔ هر څومره موده چې تيره شوه۔ چې کفاره ورکړې نو بيا دَ ښځې خاوند په شان وسيدې شې۔ دَ نکاح تازه کولو ضرورت ورته نشته۔ دَ دې کفاره دَغَسې ورکولې شې لکه دَ روژې دَ ماتَولو چې ورکولې شې۔
نمبر۲۔ که دَ کفارې ورکولو نه وړومبیٔ دَ داسې ښځې سره نزديکت وکړو، نو سخته ګُناه ېٔ وُکړه۔ خداېٔ پاک ته دې توبه وباسې۔ او بخښنه دې غواړې۔ او بيا پَخه اِراده وُکړې چې داسې کار به نه کوې۔ ښځې ته هم پکار دې۔ چې څو پورې هغهٔ کفاره نهٔ وې ورکړې چې ځان ته ېٔ نه پريږدې۔
نمبر۳۔ که ښځې ته ېٔ دَ خور برابر يا دَ لور برابر يا دَ ترور يا دَ هرې داسې ښځې برابر وُوې چې دَ هغې نکاح پرې هميشه دَ پاره حرامه ده۔ نو دا ”ظِهاؔر“ دې همدغه شان حکم ېٔ دې لکه مور چې ېٔ ورته وئیلی وې۔
نمبر۴۔ که ښځې ته ېٔ وُوې چې ”ته ماته دَ سؤر،خنزير په شان ېٔ۔ نو که ددې نه ېٔ مطلب طلاق وې او دَ پريښونيت ېٔ کړې وې۔ نو طلاق به پريوځې۔ ا وکه دَ طلاق نيت ېٔ نه وې نزديکت ېٔ په ځان حرامَوې ، نو په دې هيڅ هم کيږې۔ دغه شان که هيڅ نيت ېٔ هم نهٔ وو۔ هسې بَد رَد ېٔ ورته وې۔ بيا هم هيڅ نه کيږې۔
نمبر۵۔ که په ”ظِهاؔ“کښې ېٔ څلور مياشتو نه زياته موده نزديکت ونهٔ کړو۔ او کفاره ېٔ هم نه وه ورکړې نو په دې کښې طلاق نهٔ پريوځې۔ دا ”اِيلاء“نه ده۔
نمبر۶۔ څو پورې چې ېٔ کفاره نهٔ وې ورکړې دَ هغې مخ ته کتل يا ورسره خبرې اترې کول حرام نهٔ دې۔ البته دَ پردې ځاېٔ ته ېٔ کتل حرام دې۔
نمبر۷۔ که دَ هميشه دَ پاره ېٔ ”ظِهاؔر“ نه وې کړې۔ دَ څه مودې دَ پاره ېٔ کړې وې لکه وُې وئیل ته دَ يو کال دَ پاره په ما دَ مور په شان ېٔ“۔ نو څومره موده چې ېٔ ياده کړې وې۔ که دَ هغې نه وړومبې ورته نيزدې کيږې نو کفاره به ورکوې۔ اوک ههغه موده پوره شوه بيا ورنزدې کيږې نو هيڅ هُم پرې نشته۔ خپله ښځه ورته حلاله ده۔
نمبر۸۔ په ”ظِهاؔر“ کښې که ېٔ فورًا ورپسې انشاءالله وُوې نو ”ظِهاؔر“ ې نه کيږې هيڅ هم پرې نشته۔
نمبر۹۔ نابالغه هلک او ليونې سړی ”ظهاؔر“ نه شې کولې۔ که اُووائی هم هيڅ پرې نه کيږې۔ همدغه شان دَ پردیٔ ښځې سره هم ”ظهاؔر“ نه کيږې۔ چې نکاح ېٔ ورسره لا نهٔ وې کړې، دَ ”ظِهاؔر“الفاظ وُوې په هغې هيڅ نه کيږې۔ نکاح ورسره کولې شې۔
نمبر۱۰۔ دَ ”ظِهاؔر“ الفاظ چې ېٔ څومره ځله وُوې، لکه دوه ځله ېٔ ورته ووې چې ”ته په ما دَ مور په شان ې“ يا ېٔ درې څلور ځله ووې نو چې څومره ځله ېٔ وئیلی وې، هغه هومره کفارې به ورکوې البته که دَ دوه درې ځله وَينا نه ېٔ مطلب خبره پَخوَل او مضبوطيا وه۔ نوې ”ظِهاؔر“ نه وو۔ نو يوه کفاه به وکوې۔
نمبر۱۱۔ که ګنړو ښځو ته ېٔ داسې وئیلی وې ۔نو چې څو ښځو ته ېٔ وئیلی وې۔ هغه هومره کفارې به ورکوې۔
نمبر۱۲۔ که دَ ”برابر“ يا ”په شان“ لفظ ېٔ نه وې وئیلی۔ یعنی داسې ېٔ نوې وئیلی۔ ”تهٔ په مادَ مور په شان ېٔ“۔ يا تهٔ ماته دَ مور په برابر ېٔ۔“ يا ”تهٔ ماته دَ مور په شان ېٔ“۔ بلکه داسې ېٔ وئیلی وې۔”ته ځما مور ې“۔يا ته ځما خورېٔ“۔ يا هسې ورته اواز وُکړې چې ” خورې دا کار وُکړه“۔ نو دا ظِهاؔر نه دې ۔ ښځه پرې نهٔ حراميږې۔ خو ډير بد کار دې۔ داسې وئیل نه دې پکار۔
نمبر۱۳۔ که چا داسې ووې”که ته مې وُساتلې نو خپله مور به ساتم“۔يا که تاته نزدې شوم نو خپلې مور ته به نزدې شم“۔ په دې ظِهار نه کيږې۔خو داسې وينا بد کار دې۔
نمبر۱۴۔ اوکه داسې ېٔ ووې چې ”تهٔ په ما دَ مور په شان حرامه ېٔ“۔ نو که په دې کښې ېٔ نيت دَ طلاق وو۔ طلاق به پريوځې۔ او که نيت ېٔ دَ ”ظِهاؔر“ وو۔ يا ېٔ هيڅ نيت هم نه وو۔ نو دا ”ظِهاؔر“ دې۔که بيا ورسره نزديکت کوې نو کفاره به ورکوې۔
دَ کفارې اَحکام
نمبر۱۔ دَ ”ظِهاؔر“ کفاره دَ روژې دَ کفارې په شان ده۔ په دواړو کښې هيڅ فرق نشته۔ هلته مونږ په تفصيل سره بيان کړې دې۔ دلته صرف ددې ځاېٔ متعلق ځنې خبرې ليکو۔
نمبر۲۔ که طاقت ېٔ وې نو سړے به شپيته(۶۰) روژې په مخه نيسی۔ که په مينځ کښې ترې يوه روژه پاتې شوه نو بيا به ېٔ دَ سره کوې۔ او څوپورې چې ټولې روژې نهٔ وې پوره کړې۔ ښځې ته به نهٔ نزدې کيږې۔ که دَ روژو پوره کولو نه وړومبې ښځې ته نزدې شو۔ دَ شپې ورنزدې شوې وې که دَ ورځې په هيره وې که په قصد ټولې روژې به بيا دَ سَره کوې۔
نمبر۳۔ که دَ مياشتې دَ وړومبی تاريخ نه ېٔ روژې شروع کړې وې۔ نو پوره دوه مياشتې به روژې نيسی۔ هغه مياشتې دَ پوره ديرشو ديرشو اوکه ددې نه کمې وې يو حکم ېٔ دې۔ اوکه دَ مياشتې دَ وړومبې تاريخ نه شروع نه وه کړې نو بيا به شپيته (۶۰) ورځې پوره کړې۔
نمبر۴۔ که دَ روژې طاقت ېٔ نهٔ وې۔ نو شپيتو(۶۰) فقيرانو ته به دوه وخته خوراک ورکوې۔ يا به غله ورکوې۔ که ټولو فقيرانو ته ېٔ خوراک نه وو پوره کړې او دَ ښځې سره ېٔ نزديکت وکړو۔ نو بدکار ېٔ وکړو۔ خو کفاره به بيا نهٔ دَ سره کوې۔ دَ خوراک ورکولو طريقه دَ روژې په کفاره کښې ښئیلی شوې ده۔
نمبر۵۔ دَ چاپه ذمه دَ ”ظِهاؔر“ دوه کفارې وې۔ او هغهٔ شپيتو(۶۰) فقيرانو ته څلور(۴) څلور(۴) سيره غنم په دې خيال ورکړل چې دَ هرې کفارې نه دوه دوه سيره ورکوم۔ دا خيال ېٔ غلط دې ديئمه کفاره به بيا ورکوې۔ اوکه يوه کفاره دَ روژې ماتولو وه او بله دَ ”ظِهاؔر“ وه نو دواړه ادا شوې۔
دَ لِعان حُکم
څوک چې په خپله ښځه باندې دَ زِنا تهمت وُلګَوی۔ يا که دَ هغې اولاد وشې۔ نو اُووائی چې ځما نهٔ دې۔ خداېٔ خبر چې دا دَ چا دې ۔ نو دَ هغې حکم دادې چې ښځه به دَ شرعی حاکم سره فرياد وُکړې۔ حاکم به دواړو ته قسمونه ورکړې۔ وړومبی به په سړې داسې وُوائی۔ ”خداېٔ ګواه دې چې کوم تهمت ما په دې لګولې دې زهٔ په هغې کښې رشتونې يئم“۔ داسې به څلور ځله ووائی۔ په پنځم ځل به وائی”که ما دروغ وئیلی وې نو په ما دې دَ خداېٔ لعنت وې“۔ چې سړے داسې وُوائی۔ نو بيا به ښځه څلور ځله داسې قَسَم خورې خداېٔ ګواه دې چې دهٔ کوم تهمت په ما لګولې دې دې په هغې کښې دروغژن دې۔ “او په پنځم ځل به وائی۔ ”که په دې تهمت لګولو کښې دې رشتونې وې۔ نو په ما دې دَ خداېٔ غضب وې۔“ چې دواړهٔ قَسَمونه وُخورې نو حاکم به دَ دواړو مينځ کښې جدائی وکړې۔ او ښځې ته به يَو طلاق بائن پريوځې۔ او دا هلک به دَ پلار نهٔ شې ګنړلې۔ مورته به حواله شې۔دې قَسَمونو خوړلو ته په شريعت کښې ”لِعاؔن“ وائی۔
دَ عِدَّت اَحکام
ص۵۲۷
نمبر۱۔ چې ښځې ته سړے طلاؔق ورکړې۔ يا خُلعؔ يا اِيلاؔء وُکړې۔ يا په بل څهٔ طريقه نکاح ماته شې۔ يا ېٔ سړے مړ شې۔ نو په دې ټولو حالتونو کښې به ښځه تر څهٔ وخته پورې په کور کښې کښينې۔ څو پورې چې دا مُوده نهٔ وې ختمه شوې۔ نه چرته تلې شې او نهٔ دَ بل سړې سره نکاح تړلې شې۔ دې وخت تيرولو ته په شريعت کښې ”عِدَّت“ وائی۔
نمبر۲۔ چې خاوند طلاق ورکړې۔ نو ښځه به تر درې ځله جامو راتلو پورې دَ دغې خاوند په کور کښې ناسته وې۔ ددې کور نه به بَهَر ته نه وُځې۔ نه دَ شپی نه دَ ورځې۔ نه به دَ بل سړې سره دوباره نکاح تړې۔ چې کله ېٔ درې ځله جامې راغلې نو عِدّت ېٔ پوره شو۔ اوس ازاده ده چې چرته ځې۔ او چا سره نکاح تړې۔ سړې ورته يَو طلاق ورکړې وې که دوه که درې رجعی طلاق ېٔ ورکړې وې که بائن دَ ټولو يو حکم دې۔
نمبر۳۔ که وړی جينیٔ ته ېٔ طلاق ورکړې وې۔ چې دَ هغې لا جامې نهٔ راځې۔ يا ېٔ داسې بُوډیٔ ښځې ته ورکړې وې۔ چې دَ هغې جامی راتلل بند شوې وې۔ نو هغویٔ به درې مياشتې په کور کښې کښينې۔ درې مياشتې پس ازادې دې هر څهٔ چې کوې۔
نمبر۴۔ که يَوې جينیٔ دَ مياشتو په حساب عِدّت شروع کړې وو۔ په عِدّت کښې يَو يا دوه مياشتی پس ېٔ جامې راغلې۔ نو اوس به درې درې ځله جامو راتلو پورې ناسته وې۔ چې درې ځله جامې ېٔ پوره شې۔ هلهٔ به ېٔ عِدّت پوره کيږې۔ هغه مخکښې وخت ېٔ بې کاره شو۔
نمبر۵۔ که دَ چا اميد وو په هغه وخت کښې طلاق ورکړې شو۔ نو دَ وړوکې تر پيدا کيدو پورې به ناسته وې۔ دَ هغې دغه عِدّت دې۔ کله چې ېٔ وړُوکې وشو عِدّت ېٔ پوره شو۔ که دَ طلاق نه لږ غوندې وروستو ېٔ وړوکې وشو۔ هم عِدّت ېٔ پوره شو۔
نمبر۶۔ که چا دَ جامو په ورځو کښې طلاق ورکړې وو نو دغه جامې ورکښې نهٔ دې حساب ددې نه علاوه به درې ځله جامو راتلو پورې ناسته وې۔
نمبر۷۔ دَ طلاق نه پس عِدّت په هغه ښځه دې چې سړې ورسره نزديکت کړې وې۔ يا دواړه سره ځانته ځاېٔ کښې جُدا شوې وې که کامل ځانته والی وې، چې مَهَر پرې پوره واجب کيږې۔ او که کامل نه وې ، خو چې ځانته جُدا شوې وې، نو عِدّت به تيرَوې ۔اوکه هيڅ قِسم نه ځانته والې ېٔ نه وو راغلې چې طلاق ېٔ ورکړو۔ نو په داسې ښځه عدّت تيرَول نشته۔
نمبر۸۔ که دَ پردیٔ ښځې سره دَ خپلې ښځې په خيال چا په غلطیٔ نزديکت وکړو۔ بيا ورته معلومه شوه چې دا ېٔ ښځه نه وه۔ هغه ښځه به هم عِدّت تيرَوې۔ څو پورې چې ېٔ عِدّت پوره نهٔ وې دَ خپل خاوند سره نشې نزدې کيدې۔ که نزدې شول نو دواړهٔ ګُنهګار دې۔ اوسره دَ دغه نزديکت نه ېٔ اُميد پيدا شو۔ نو تر اولاد کيدو به صبر کوې۔ او دغه اولاد ېٔ حرامې نهٔ دې۔ دا دَ هغه سړې ځویٔ دې چا چې ورسره په غلطیٔ نزديکت کړې وې۔
نمبر۹۔ که چا بې قاعدې نکاح تړلې وه۔ لکه دَ يوې ښځې سره ېٔ نکاح تړلې وه۔ ورستو معلومه شوه چې ددې بل خاوند ژوندې دې او هغهٔ طلاق نه دې ورکړې يا معلومه شوه چې دوې دواړه سره په وړوکوالې دَ يوې ښځې پیٔ څښلې دې۔ يا بله څهٔ داسې وجه وه چې نکاح صحيح نه ده ۔ نو که دې سړې ورسره نزديکت کړې وې او بيا دَ حقيقت معلوميدو نه پس دواړه جُدا شوې وې۔ نو دا ښځه به عِدّت تيروې۔ دَ کوم وخت نه چې ترې نه سړے جُدا شوې دې دَ هغې وخت نه به عِدّت شروع شې۔ او که سړې ورسره نزديکت نهٔ وې کړې نو بيا پرې عِدّت نشته۔ که دواړه سره ځانته ځاېٔ کښې جُدا شوې وې هُم پرې عِدّت نشته۔
نمبر۱۰۔ دَ عِدّت په ورځو کښې ېٔ خوراک او جامه دَ هغه سړې په ذمه ده ، چا چې طلاق ورکړې دې۔
نمبر۱۱۔ که چا خپلې ښځې ته طلاقِ بائن يا درې طلاقه ورکړې وو، هغې عِدّت تيَرولو او په غلطیٔ سره ېٔ نزديکت وکړو نو اوس به بيا دوباره عِدّت شروع کوې۔ چې ددې وخت نه پس ېٔ درې ځلې جامې راشې هلهٔ به ېٔ عِدّت پوره شې۔
نمبر۱۲۔ که سړې بائن طلاق ورکړې وو۔ يا ېٔ درې طلاقه ورکړې وې۔ او په هغه کور کښې ورسره هم اوسې په کوم کور کښې چې دا ښځه دَ عِدّت ورځې تيروې۔ نو دا ښځه به ددې سړې نه ستَر کوې۔ اوکه په يوه کوټه کښې وې نو مينځ کښې به پرده لګَوې۔ چې دَ دواړو مينځ کښې سره تنهائی رانهٔ شې۔
دَ مرګ عِدَّت
نمبر۱۔ که دَ چا خاوند مړ شو۔ نو هغه ښځه به څلور مياشتې او لس ورځې عِدَّت تيرَوې۔ دَ خاوند دَ مرګ په وخت کښې چې په کوم کور کښې وسيدله،هم په هغه کور کښې به وسې، بَهَرته وتل ورته جائز نهٔ دې۔ البته که غريبه ښځه وې چې دَ ګُذارې خرڅ ورسره نه وې۔ او چرته دَ چاکره اخلی پخلی دَ پاره نوکره شوې وې۔ نو هغې ته دَ وتلو اِجازت دې۔ خو شپه به خپل کور کښې تيرَوې۔ دا حکم دَ ټولو ښځو دَ پاره يَو شان دې۔ سړې ورسره نزديکت کړې وې او که دَ نزديکت نه وړومبی مړ وې۔ جامې ېٔ راځې او که نه راځې۔ څهٔ قسم ته ځانته والې ېٔ سره شوې وې او که نهٔ وې شوې۔ دَ ټولو يَو حکم دې چې څلور مياشتې او لس ورځې عِدَّت به تيرَوې۔ البته دَ کومې ښځې چې اُميد وې او خاوند ېٔ مړ شو۔ دَ هغې عِدَّت ته وَړُوکې پيدا کيدو پورې دې۔ دَ مياشتو هيڅ اِعتبار نشته۔ که دَ مرګ نه لږ ورځې پس ېٔ اولاد وشو۔ هم ېٔ عِدَّت پوره شو۔
نمبر۲۔ په خپل کور کښې کوم ځاېٔ چې ېٔ زړهٔ غواړې وسيدې شې يو خاص ځاېٔ مقرّر کول ”چې کوم ځاېٔ دَ مړې کټ پروت وو دَ هغې ځاېٔ نه به نهٔ خورې“۔ غلطه خبره ده۔ ددې خيال نهٔ دې پکار۔
نمبر۳۔ که خاوند ېٔ نابالغه وو۔ او چې هغه مړ کيدو دَدې ښځې اُميد وو ۔نو هم به ېٔ عِدّت دَ اولاد تر کيدو پورې وې۔ خو دا بچې حرامې دې۔ دَ هغې خاوند ېٔ نهٔ دې۔
نمبر۴۔ که دَ چا خاوند دَ مياشتې په وړومبې تاريخ مړ وې، نو څلور مياشتې لس ورځې به پوره کوې۔ مياشتې دَ هر څو ورځو چې وې او که په وړومبې تاريخ نه وې مړ۔ نو هره مياشت به دَ ديرشو ورځو شمارې دَ طلاق دَ عِدَّت هم دا حکم دې۔ که جامې ېٔ نه راځې او اُميد ېٔ هم نه وې۔ عِدَّت په مياشتو تيرَوې نو که طلاق ورته دَ مياشتې په وړومبې تاريخ ورکړې شوې وې نو درې مياشتې به پوره کوې۔ دَ سپوږمیٔ مياشتې دَ هر څو ورځې چې وې۔ او که په وړومبې تاريخ نهٔ وو۔ نو هره مياشت به دَ ديرشو ورځو شمارې۔
نمبر۵۔ که چا بی قاعدې نکاح کړې وه۔لکه د اؤښی سره ېٔ نکاح کړې وه او دَ هغې خور ېٔ هم لا په نکاح کښې وه۔ يا ېٔ بغير دَ ګواهانو نکاح کړې وه۔ او بيا ېٔ هغه خاوند مړ شو۔ نو داسې ښځه چې نکاح ېٔ صحيح نه وې، دَ سړې دَ مرګ نه پس به څلور مياشتې لس ورځې عِدَّت نهٔ تيرَوې۔ بلکه درې ځله جامو پورې به عِدَّت تيرَوې۔او که جامې ېٔ نه راتلې نو درې مياشتې به ناسته وې۔ او که اُميد ېٔ وو نو دَ وړُوکې تر پيدا کيدو پورې به ناسته وې۔
نمبر۶۔ که يَو سړې په ناجوړتيا کښې ښځې ته بائِن طلاق ورکړو، دَ هغې عِدَّت لا پوره نهٔ وو چې هغه سړے مړ شو۔ نو کتې به شې چې دَ طلاق عِدَّت پوره کولو کښې به زياتې ورځې لګی، او که دَ مرګ عِدَّت پوره کولو کقې کوم عِدَّت کښې چې زياتې ورځې لګې،هغه عِدَّت به پوره کوې۔ اوکه په بيماریٔ کښې ېٔ طلاق رجعی ورکړې وې۔ او عِدَّت ېٔ لا پوره شوې نه وو چې خاوند ېٔ مړ شو۔ نو دَ مرګ عِدَّت پوره کول ورباندې ضرورې دې۔
نمبر۷۔ که دَ چا خاوند مړ شو۔ خو هغه خبر شوې نه وه۔ څلور مياشتې لس ورځې تيرې وې چې هغه خبر شوه۔ نو دَ هغې عِدَّت ختم دې۔ دَ خبريدو دَ وخت نه عِدَّت پوره کول ضرورې نهٔ دې۔ دغه شان که خاوند طلاق ورکړې وو خو هغه خبر نه وه۔ ډيره موده پس خبر شوه چې دا خبريده دَ عِدَّت ورځې ېٔ تيرې شوې وې نو دَ هغې عِدَّت پوره دې نور ناستې ورباندې نشته۔
نمبر۸۔ که يوه ښځه دَ څهٔ کار دَ پاره چرته لاړه هلته دَ خاوند دَ مرګ نه خبر شوه۔ نو فورًا دې هغه مکان ته راشې کوم کښې چې وسيده۔ او عِدَّت تر پوره کيدو دې بيا بَهَرته نه وځې۔
نمبر۹۔ دَ مرګ په عِدَّت کښې به ښځه دَ روټیٔ جامې خرڅ په خپله کوې دَ سړې دَ مال نه به نشې ورکولې۔
نمبر۱۰۔ بعضې ځايونو کښې دا رواج دې چې دَ خاوند دَ مرګ نه پس ښځه تر يو کال پورې په عِدَّت کښې ناسته وې۔ داسې کؤل حرام دې۔
دَ روټیٔ جَامې اَحکام
(دَ ص۴۷۷ متعلق)
نمبر۳۔ که جينیٔ ډيره وړه وه چې دَ نزديکت قابله نهٔ وه۔ خو خاوند دَ خپل نور کار روزګار يا هسې دَ زړه خوشحالَولو دَ پاره خپل کور کښې ساتله نو دَ روټیٔ جامې خرڅ ېٔ دَ خاوند په ذمه دې۔ او که خپل کور ېٔ نهٔ ساتله دَ پلار کره وه نو بيا ېٔ خرڅ دَ خاوند په ذمه واجب نهٔ دې۔ او که هلک نابالغ وو او ښځه ېٔ لويه وه۔ نو دَ روټیٔ جامې خرڅ ېٔ په خاوند واجب دې۔
دَ اَستوګنی دَ کور اَحکام
(ص۴۸۱ متعلق)
نمبر۸۔ که نکاح دَ ښځې دَ څهٔ نقصان په وجه ماته شوې وې۔ لکه ناسکه ځوېٔ(بن زې) سره بدنامه شوې وه۔ يا ېٔ ورته په بد نيت لاس اَچَولې وو(نور څه ېٔ نه وو کړې) په دې وجه سړې طلاق ورکړو يا بې دينه شوه اِسلام ېٔ پريښو۔ په دې وجه ېٔ نکاح ماته شوه۔ يا بل څه داسې وجه وه دَ ښځې دَ جانب نه چې نکاح ماته شوه۔ نو دَ عِدَّت دَ ورځو روټیٔ جامه ېٔ دَ خاوند په ذمه واجب نه ده۔ البته دَ استوګنی کور به ورکوې۔ او که هغه په خپله خوښه ځې نو کور هم ضرورې نهٔ دې۔
دَ وَړُوکی دَ حَلالی کيدو حُکم
(دَ ص۴۸۸ دَ نمبر۱ باقی حصه)
نمبر۱۔ که خاوند ېٔ په سفر کښې وې ډيره موده (کالونه) ېٔ شوې وې چې نهٔ وې راغلې او دلته ېٔ وړوکې پيدا شو۔ بيا هم ورته حرامې نه شو وئیلی۔ دَ هغې سړې اولاد به ګنړلې شې۔ البته که هغهٔ انکار وکړو نو بيا به دَ ”لِعاؔن“ حکم لګی۔
دَ طلاق وَرکؤلو طريقه
نمبر۱۔ دَ طلاق ورکولو(کله چې سخت ضرورت وې) درې طريقې دې۔ يوه ډيره ښَه،بله لږه ښه او بله بدعت او حرامه،ښه طريقه دا ده چې سړې ښځې ته دَ پاکیٔ په ورځو کښې يو طلاق ورکړې۔ خو شرط دا څه چې دَدې پاکیٔ په ورځو کښې نِزديکت نه وې کړې۔ او تر عِدَّت تيريدو پورې بيا بل طلاق ورنهٔ کړې۔ په عِدَّت پوره کيدو به ېٔ خپله نکاح ختم شې۔ نو دَ بل طلاق ورکولو څه ضرورت نشته۔ طلاق خو دَ سخت ضرورت دَ پاره جائز شوې دې۔ دَ ضرورت په اندازه پکار دې۔ او لږه ښه طريقه داده چې دَ پاکیٔ په ورځو کښې يَو طلاق ورکړې۔ چې جامې ېٔ راشې او بيا پاکه شې نو بل طلاق ورکړې۔ او چې بيا جامې راشې او پاکه شې نو بل ورکړې۔ په دې طريقه دَ درې ځله پاکیٔ په ورځو کښې درې طلاقه شو۔ خو شرط دادې چې ددې پاکیٔ په ورځو کښې ېٔ نزديکت نهٔ وې کړې او بدعت او حرامه طريقه داده چې ددې دواړو طريقو نه خلاف وې۔ مثلًا درې واړه طلاقه په يو ځاېٔ ورکړې۔ يا دَ جامو په ورځو کښې طلاق ورکړې يا دَ داسې پاکیٔ په ورځو کښې ورکړې چې په هغې کښې ېٔ نزديکت کړې وې۔ په دې ټولو حالتونو کښې طلاق صحيح دې۔ خو په داسې طريقو طلاق ورکول ګُناه ده۔
نمبر۲۔ دَ کومې ښځې سره چې نزديکت نهٔ وې شوې هغې ته دَ پاکیٔ په ورځو کښې طلاق ورکوې که دَ جامو په ورځو کښې دواړه جائز دې۔ خو چې يَو طلاق ورکړې۔
دَ نِکاح فَضِيلَت
۱۔حديث شريف۔ دُنيا صرف دَ استعمال څيز دې۔ او دَ دُنيا دَ اِستعمال په ټولو څيزونو کښې دَ نيکې ښځې نه بهتر هيڅ شې نشته، يعنې په دنيا کښې چې خداېٔ چاته نيکهٔ ښځه ورکړه دا دَ خداېٔ پاک لوېٔ رحم دې۔ دَ نيکی ښځې نه هم په دُنيا کښې سړې ته ارام رسی، يو هم دَ اخرت په کارونو کښې ورسره مدد کوې۔
۲۔حديث شريف۔ رسول اللهﷺ فرمائیلی دې چې ”نکاح ځما سنّت دې۔ څوک چې ځما په سنّت عمل نه کوې هغه ځما نه نهٔ دې“۔ يعنې ځما دَ هغه سره هيڅ تعلق نشته۔ دا دَ سخت خفګان اِظهار دې ۔او څنګه به مُسلمان داسې کار کوې چې رسولﷺ دَ خداېٔ پرې خفه کيږې۔ دَ مُسلمان دَ پاره خو دَ دې نه مرګ ښهٔ دې۔ په يو بل حديث کښې راځې۔”تاسو نکاح کویٔ ځکه چې زهٔ به په تاسو دَ قيامت په ورځ فخر کوم په نورو اُمتوُنو باندې“۔ يعنې رسول عليه السَّلام دا خبره خوښَوې چې دَ هغویٔ اُمت په نورو اُمتُونو باندې زيات شې۔ چې دَ هغویٔ دَ ډيرو نيکو عملونو په وجه هغویٔ ته هم ثواب ډير رسی۔ او دَ خداېٔ سره ېٔ عزّت نور هم زيات شې۔ ځکه چې دَ هغوېٔ اُمت هر څهٔ نيک عمل چې کوې۔ دَ هغویٔ دَ تعليم په وجه ېٔ کوې۔ نو هغې ثواب هغویٔ ته هم رسی۔ دَ دې خبرې نه دا معلومه شوه چې نيک اعمال په کثرت سره کول ضرورې دې او خداېٔ ته دَ نزديکت حاصليدو ذريعې لټول پکار دې۔ په يو بل حديث کښې راځې۔ چې ”دَ قيامت په ورځ به شپږ شله صفُونه ولاړ وې۔ په هغو کښې به څلويښت صفُونه دَ نورو ټولو اُمتونو وې۔ او اتيا(۸۰) صفونه به يواځې دَ رسولﷺ دَ اُمت وې“۔ په يو بل حديث کښې راځې۔”څوک چې طاقت لرې (دَ ښځې حقوق ادا کولې شې) نو هغهٔ ته پکار دې چې نکاح وُکړې۔ او چې څوک طاقت نهٔ لرې(دومره مالدار نهٔ وې چې دَ ښځې حقوق ادا کولې شې) نو په هغهٔ باندې روژه ده۔ (روژه دې ساتې په دې به ېٔ خواهش کميږې) بې شکه روژه دَ هغهٔ دَ پاره دَ خواهش دَ رګ سړَوُونکې ده“۔ که يو سړے دَ وادهٔ ضرورې اخراجات برداشت کولې شې او دَ ښځې حقوق ادا کولې شې او دَ وادهٔ خواهش ېٔ ډير نهٔ وې۔ درميانه درجه کښې وې نو دَ هغه دَ پاره وادهٔ سنّتِ مؤکدّه دې ۔او که دَ وادهٔ خواهش ېٔ ډيروې نو داسې سړې دَ پاره واجب دې۔ ځکه چې که وادهٔ ونه کړې نو خطره ده چې په زنا کښې مبتلا شې۔ اوکه سره دَ خواهش نه ېٔ دَ وادهٔ طاقت نه وې۔ نو هغه ته پکار دې چې روژې ډيرې نيسې په دې به ېٔ دَ وادهٔ خواهش کم شې او چې کله خداېٔ طاقت ورکړو نو بيا به وادهٔ وکړې۔
۳۔ حديث شريف۔ ”اولاد دَ جنت ګُل دې“۔ يعنې څنګه خوشحالی چې دَ جنّت په ګُلونو حاصليږې۔ دَغَسې ارام او خوشحالې دَ اولاد په ليدو حاصليږې۔ او اولاد دَ نکاح په ذريعه پيدا کيږې۔
۴۔ حديث شريف۔ يو اِنسان په جنّت کښې ډيره لويه درجه مومې۔ نو هغه وائی چې دا لويه درجه ماته دَ کوم ځاېٔ نه راغله۔ (يعنې ما خو په دُنيا کښې څه داسې ډير نيک کارونه نهٔ وو کړې)۔ پس هغهٔ ته به وُوئیلی شې چې دا ستا دَ اولاد دَ بَخښنې غوښتو په وجه۔ يعنې ستا اولاد ستا دَ پاره دَ مغفرت دعا ډيره کوله۔ دَ هغې په وجه ته ٔ دې درجې ته وُرسيدې۔
۵۔ حديث شريف۔ بې شکه هغه وړوکې بچې چې غورزيدلې وې۔(يعنې دَ لږو ورځو پيدا شوې وې)۔ دَ خپل پروردګار سره جګړه کوې چې دَ هغهٔ مور پلار دوزخ ته ځې“۔ (يعنې هغه په سختیٔ سره دَ خپل مور پلار سفارش کوې دَ خداېٔ پاک په دربار کښې او خداېٔ پاک به دَ هغویٔ ناز وړې۔ او سفارش به ېٔ قبلوی۔ نو اوبه وئیلی شې چې اې جګړې کوونکې وړونکې بچيه۔ خپل مور پلار جنت ته ننه باسه۔ نو هغه به خپله مور پلار دَ اور نه راکاږې تر دې چې جنت ته ېٔ ننه باسې“۔ معلومه شوه چې اخرت کښې به داسې وړوکې اولاد هُم پکاريږې۔ او دا ټول دَ نکاح برکت دې۔
۶۔ حديث شريف۔ بې شکه څه وخت چې سړے خپلې ښځې ته دَ مينې په نظر ګورې او ښځه خپل خاوند ته دَ مينې په نظر ګورې۔ نو الله تعالیٰ دواړو ته دَ رحمت په نظر ګورې“۔
۷۔حديث شريف۔ په الله تعالیٰ باندې حق دې(الله تعالیٰ په خپل رحمت سره په ځان فرض کړې دې) چې مدد به کوې دَ هغه چا څوک چې دَ حرامو نه بچ کيدو دَ پاره او پاکدامنیٔ حاصلَولو دَ پاره نکاح کویٔ۔ يعنی زنا نه بچ کيدو دَ پاره او دَ حق دَ تابعداریٔ په نيت چې څوک وادهٔ کوې۔ دَ وادهٔ په اِخراجاتو او وروستو ذمه وارو کښې خداېٔ پاک دَ هغهٔ سره مدد کوې۔
۸۔ حديث شريف۔ دَ عيالدار سړې دوه رکعته مونځ بهتر دې۔ دَ جره سړې دَ دوه اتيا(۸۲) رکعتُونو نه“۔ په بل حديث کښې دَ اوياؤ(۷۰) عدد راغلې دې۔ نو مطلب دادې چې اويا دَ هغې سړې دَ پاره دې چې دَ اَهل وعيال ضرورې حق پوره کوې۔ او دوه اتيا دَ هغهٔ دَ پاره دې چې دَ ضرورې حق نه ېٔ زيات خدمت هم کوې۔ په ځان او مال او ښهٔ خویٔ۔
۹۔ حديث شريف۔ ”بې شکه ډيره غټه ګُناه ده دَ خداېٔ نِزد چې برباد کړې سړے هغه څوک چې دَ چا خرڅ دَ دهٔ په ذمه دې “۔ (يعنې دَ خپل عيال په ضرورې خدمت کښې کوتاهې وکړې۔
۱۰۔حديث شريف۔ مانهٔ ده پريښې دَ ځان نه ورستو غټه فتنه چې زيات نقصان رسوې سړې ته دَ ښځې نه“۔ يعنې دَ سړې په حق کښې ښځه دَ هر څه نه غټه فِتنه ده۔ سړے دَ هغوېٔ په محبّت کښې بې خوده شې۔ او دَ خداېٔ رسولﷺ دَ حکم پروا نهٔ کوې۔ داسې محبت نه دې پکار هغه سړے دَشريعت نه خلاف کار باندې مجبور کړې،مثلاً که هغه دَ سړې دَ حيثيت نه زيات خوراک جامه غواړې نو دَ هغې په خاطر دې هيچرې رشوت اخستو او حرامو ته نهٔ تياريږې، خپله حلاله روزې چې څهٔ خداېٔ پاک ورکړې وې، په هغې دې ګُزاره کوې۔ او ښځې ته دې دَ نيکیٔ تعليم ورکوې بې باکیٔ او ګُستاخیٔ ته دې ېٔ نهٔ پريږدې۔ دَ ښځو عقل ناقص وې۔ دَ هغوېٔ دَ پاره دَ خاص تربيت او اِصلاح اِنتظام ضرورې دې۔
۱۱۔حديث شريف۔ تاسو کښې دې څوک دَ نکاح پيغام نهٔ اَستوې دَ خپل ورور (مسلمان) دَ نکاح دَ پيغام دَ پاسه،نزدې پورې چې هغه يا نکاح وکړې يا ېٔ پريږدې“۔ يعنې که يو سړې چرته دَ نکاح پيغام استولې وې او هغې خلقو لا دې سړې ته جواب نه وې ورکړې چې دَ هغې نه دَ هغویٔ رضا معلوميږې نو بل سړې ته داسې ځاېٔ کښې پيغام استول جائز نه دې۔ که هغه خلق خپله ورته اِنکار وُکړې۔ يا دا سړے دَ هغې ځاېٔ نه خپله واپس شې۔ يا اِنکار خو ېٔ ورته نه وې کړې خو معلوميږې داسې چې دَ هغوېٔ اراده ورته نشته۔ نو بيا که بل څوک دَ هغې جينیٔ دَ پاره پيغام استوې نو خير دې۔ دغه حکم دَ خريد و فروخت په معامله کښې هم دې ۔ چې يو سړے دَ چا سره دَ څهٔ اخستو خبرې اترې کوې۔ نو څو پورې چې دَ هغوېٔ معامله ختم شوې نهٔ وې۔ دَ هغهٔ دَ نرخ دَ پاسه نرخ کول جائز نهٔ دې۔ په دې حکم کافرؔ هم شريک دې۔ که يو کافر دَ چا سره سودا کوې ا وهغه ورته راضې معلوميږې نو بل سړې ته په هغهٔ باندې نرخ زياتَول جائز نهٔ دې۔
۱۲۔ حديث شريف۔ بې شکه ښځې سره نکاح کولې شې دَ دين په وجه او دَ مال په وجه او دَ ښائست په وجه نو ستا لاس په خاؤرو شه تهٔ دَ دين خاونده خوښه کړه، دا ورته بهتره ده۔ ال بته که داسې موقع وې، مثلاً چې دينداره ښځه ډيره بدرنګه وې او دا خطره وې چې که داسې ښځې سره نکاح وکړې نو برابرې به ېٔ رانهٔ شې۔ او دَ ښځې حقوق به نشې پوره کولې نو بيا ورته نکاح نهٔ ده پکار۔
”ستا لاس په خاؤرو شه“ دَ عربیٔ محاوره ده په مختلفو موقعو کښې استعماليږې۔ دلته دَ ديندارې ښځې طرف ته رغبت ورکولو دَ پاره استعمال شوې ده۔
۱۳۔حديث شريف۔ ”په ښځو کښې بهتره ښځه هغه ده چې مَهَر ېٔ اسان وې“۔ يعنې سړے په اسانیٔ سره ادا کولې شې۔ نن صبا دَ ډير مَهَر رواج زيات شوې دې۔ ددې نه بچ کيدل پکار دې۔
۱۴۔ حديث شريف۔ دَ خپلې نطفې دَ پاره (ښهٔ) ځاېٔ چونړ کړېٔ۔ ځکه چې ښځې (اولاد) پيدا کوې دَ خپلو وررنړو او خپلو خويندو په شان يعنې نيک او شريف خاندان کښې نکاح کویٔ۔ ځکه چې اولاد نيا نيکهٔ ته ځې۔ اګر چې دَ پلار هم اثر وې خو ددې حديث نه معلوميږې چې اولاد کښې دَ مور دَ اَخلاقو اثر زيات راځې۔ نو که مور ېٔ دَ داسې خاندان وې چې هغه ديندار نهٔ وې۔ يا بد اخلاق وې۔ نو اولاد کښې به ېٔ هم هغه عادتونه پيدا شې۔
۱۵۔حديث شريف۔ دَ ټولو نه لوېٔ حق په حقونو کښې په ښځه دَ خاوند حق دې۔ او په سړې باندې دَ ټولو حقونو نه زيات حق دَ مور دې“۔ يعنې په ښځه باندې دَ خداېٔ رسول ﷺ دَ حق نه پس دَ خاوند حق دَ ټولو خلقو نه زيات دې، تر دې چې دَ مور پلار نه هم دَ خاوند حق زيات دې، ا و په سړې باندې دَ خداېٔ رسولﷺ دَ حق نه پس دَ مور پلار حق دَ ټولو خلقو نه زيات دې۔ ددې نه معلومه شوه چې په سړې باندې دَ مور حق دَ پلار نه زيات دې۔
۱۶۔ حديث شريف۔ ”چې تاسو کښې څوک دَ ښځې سره دَ نزديکت اراده وُکړې نو وائی دې
بِسمِ اللهِ اَللّٰهُمَّ جنّبنَا الشَّيطَان وَجَنَّبِ الشَّيطَانَ مَا رَزَقنَا۔ يَا اَلله شيطان نه مونږ په ډَډه کړې۔ او شيطان دَ هغه څيز نه په ډَډه کړې کوم چې تهٔ ځمونږ روزې کوې“۔ نوکه په تقدير کښې ېٔ ددې نزديکت نه اولاد وې۔ هغه ته به شيطان چرې نقصان نهٔ رَسوې۔
۱۷۔ حديث شريف۔ په يَو اُوږد حديث کښې راغلې دې۔ چې رسول اللهﷺ عبدالرحمٰن بن عوفؓ ته وفرمائیل”وليمه وکړه اګر چې يَو بزه وې۔“ يعنې اګر چې لږه وې خو وليمه پکار ده۔ بهتره داده چې وليمه دَ ښځې سره نزديکت نه پس ورکړې شې۔ اګر چې ډيرو عالمانو صرف دَ نکاح تړلو نه پس هم اِجازت ورکړې دې۔ او وليمه مستحب ده۔
دَ طلاق بَدې
۱۸۔ حديث شريف۔ رسول اللهﷺ فرمائیلی دې چې ”په حلالو څيزونو کښې دَ ټولو نه ناکاره او خراب دَ خداېٔ په نزد طلاق دې“۔ يعنې طلاق اګر چې دَ ضرورت په وخت کښې جائز او حلال دې ليکن بې ضرورته ډير ناکاره دې، ځکه چې نکاح دَ محبّت او راحت زياتَولو دَ پاره ده، او دَ طلاق په وجه يَو خوا دَ سړې کور وران شې بل خوا دَ ښځې او دَ هغې دَ خپلو خپلوانو سره دشمنې او عداوت پيدا شې، څومره پورې چې برداشت کيدې شې ښځې او خاوند ته خپلو کښې معاملات په صلح او په نرمیٔ فيصله کول پکار دې، البته که سخته مجبورې وې چې په هيڅ شان دَ دواړو جوړ نه راځې۔ نو دَ هميشه دَ پاره مصيبت نه دا ښه ده چې طلاق ورکړې شې۔ ا ودواړه دَ مصيبت نه خلاص شې۔
۱۹۔حديث شريف۔ نکاح کویٔ او طلاق مه ورکوېٔ (يعنې بې ضرورته)ځکه چې بې شکه الله تعالیٰ نهٔ خوښوې ډيرې مزی څکوُنکی سړې او ډيرې مزی څکوُنکې ښځې”يعنې خداېٔ پاک دا نهٔ خوښَوې چې بې ضرورته طلاق ورکړی شې، سړے بله ښځه ورکړې او ښځه بل سړے وکړې۔ او دَغَسې دواړه نوې نوې خوندونه واخلې۔ البته که مجبورې وې نو خير دې۔
۲۰۔ حديث شريف۔ طلاق دې نه شې ورکولې مګر بد چلنه ښځې ته ځکه چې الله تعالیٰ نهٔ خوښوې ډيرې مزې څکَؤونکې سړې او ډيرې مزې څکَؤونکې ښځې“۔ ددې نه معلومه شوه چې که دَ چا په چال چلن باندې شُبهه وې نو هغې ته طلاق ورکولې شې۔ دَغَسې که بله څه مضبوطه وجه وې نو هم خير دې۔ او بې ضرورته ښه نهٔ دې۔
۲۱۔حديث شريف۔ ”نکاح کویٔ او طلاق مهٔ ورکویٔ۔ په طلاق ورکولو عرش خَوزې“۔ يعنې خداېٔ پاک پرې ناراضه کيږې۔
۲۲۔حديث شريف۔ ”شيطان خپل تخت دَ اوبو دَ پاسه کيږدې۔ بيا خپل لښکريان خوارهٔ کړې(دَ خلقو خطا کولو دَ پاره) پس ډير نزدې په خپلو لښکريانو کښې شيطان ته هغه څوک وې چې غټه فتنه پيدا کړې۔ نو راشې دَ هغویٔ نه يَو کس وائی چې ما دا وکړهٔ او ما دا وکړهٔ۔ خو شيطان ورته وائی چې تا هيڅ هُم ونه کړهٔ۔ (يعنې څهٔ غټه فتنه دې پيدا نهٔ کړهٔ) او راشې يَو کَس نو او وائی چې پرې مې نښو فلانې سړے تر دې پورې چې جُدا مې کړو دَ خپلې ښځې نه نو رانزدې کړې شيطان هغه کس خپل ځان ته(يعنې ترغاړه باسې) او ورته او وائی چې تا ډير لوېٔ کار وکړو“۔ يعنې شيطان په دې ډير خوشحاليږې چې ښځه خاوند سره جُدا شې۔ نو څومره چې کيدې شې مُسلمان ته شيطان خوشحالول نه دې پکار۔
۲۳۔ حديث شريف۔ کومه ښځه چې خپله طلاق وغواړې بغير دَ څهٔ سختې مجبوریٔ نه په هغې دَ جنّت خوشبوئی حرامه ده“۔ يعنې ډيره سخته ګُناه ده ۔اګر که خاتمه ېٔ په اِسلام شوې وې۔ نو دَ ګُناهُونو دَ سزا پوره کولو نه پس به جنّت ته ځې۔
۲۴۔ حديث شريف کښې راځې چې ”مُنتَزِعاؔت“ او مُختَلِعؔات منافقانې دې“۔ مُنتَزِعات هغه ښځې دې چې ځان دَ سړې دَ قبضې نه وباسې۔ قصدًا داسې حرکات کوې چې سړے په طلاق مجبور کړې۔ او مُختؔلِعات هغه ښځې دې چې دَ خاوندانو نه بغير دَ مجبوریٔ خُلع غواړې۔ دَ مُنافقت نه مطلب دادې چې دا خویٔ دَ منافقانو دې ۔په ظاهر کښې ېٔ يَو څهٔ وې، او په باطن کښې بل څهٔ نکاح خو وې دَ دې دَ پاره چې هميشه به سره وسې۔ او دویٔ دَ سره وسيدو دَ وعدې نه پس بيا جُدائی غواړې۔ په دې وجه به سختې ګُنهګارې وې اګر چې کافری نه دې۔
دَ قران مَجيد لوَستلو فَضِيلَت
۲۵۔حديث شريف۔ ”څوک چې ستاسو نه غواړې چې دَ خپل پروردګار سره خبرې وکړې نو قران شريف دې لولې“۔(دَ قران شريف لوستل دَ خداېٔ پاک سره خبرې کول دې)۔ زيات غنيان په خلقو کښې قران پورته کؤونکې (يعنې) هغه خلق دې چې الله تعالیٰ دَ هغوېٔ په سينو کښې قران ايښې دې“۔ يعنې قران چې چا ولوستو او ورباندې ېٔ عمل هم وکړو په دُنيا کښې دَ هغهٔ نه زيات غنې بل څوک نشته ۔ دَ قران په برکت خداېٔ پاک دَ هغهٔ زړهٔ غنې کړې۔ او ظاهرې ګذاره ېٔ هُم روانه وې۔ دَ حضرت اِمام بصریؒ نه روايت دې۔ چې”يو سړے به (دَ دُنياوې حاجتونو دَ پاره) ډير ډير دَ حضرت عُمرؓ دروازې ته راتلو۔ نو هغه ورته اُووې چې ځَه۔ دَ قران شريف تلاوت کوه۔ هغه لاړو او ډيره مُوده بيا حضرت عُمرؓ ونهٔ ليدو۔ چې وېليدو نو شکايت ېٔ ترې نه وکړو۔ (څوک چې چاسره ډير ځې راځې او بيا ناڅاپه تلهٔ راتلهٔ بند کړې نو هغهٔ سره فکر وې چې څهٔ پرې وُشو۔ په دَغه وجه ېٔ ترې نه شکايت وُکړو)۔ هغهٔ ورته په جواب کښې وُوې چې ما دَ خداېٔ پاک په کتاب کښې داسې شیٔ بيا مُونتو چې دَ عُمرؓ دَ دروازې نه ېٔ بې پرواه کړم“۔ يعنې قران مجيد کښې مې داسې ايتونه وُلوستل چې دَ هغې په برکت مې توجُّه دَ مخلوق نه بدله شوه۔ په خداېٔ پاک چې اِعتماد پيدا شو۔ تاته زهٔ دَ دُنيا دَ پاره راتلم۔ اوس به څهٔ وکړم۔ غالبًا دَ دې نه داسې قسم ايتونه مراد دې ۔ لکه
وَ فِی السَّماؔءِ رِزقُکُم وَمَا تُوعَدُون”په اسمان کښې ده ستاسو روزې او هغه څيز چې تاسو سره وعده شوې ده“۔ يعنې ستاسو روزیٔ او دَ ټولو کارونو بندوبست خو ځما سره دې۔ بيا تاسو بل طرف ته ولې تَوجَّه کویٔ۔
په بل حديث کښې راځې”افضل په عبادتُونو کښې دَ قران تلاوت دې“۔ يعنې دَ فرضو نه پس په ټولو نفلې عبادتُونو کښې دَ تلاوت درجه دَ ټولو نه زياته ده۔“
۲۶۔ حديث شريف۔ تعظيم کویٔ دَ قران دَ ياد ساتُونکو چا چې دَ هغویٔ تعظيم وکړو هغویٔ بې شکه ځما تعظيم وکړو“۔
۲۷۔ حديث شريف۔ ”په تاسو کښې بهتر هغه کسان دې چې قران ېٔ اُووې او نورو ته ېٔ وُښئیلو“۔
۲۸۔حديث شريف۔ چا چې قران وُښَيئلو او په هغه احکامو ېٔ عمل وُکړو کوم چې په دې کښې دې۔ دَ هغهٔ مور پلار ته به دَ قيامت په ورځ دَ رَنړا داسې تاج په سَرَولې شې چې دَ هغې رنړائی به دَ دُنيا په کورونو کښې دَ نمر دَ رنړايیٔ نه زياته وې۔ (يعنې ستاسو په کورونو کښې چې دَ نمر څومره رنړا ده، دَ هغې رنړا به ددې نه زياته وې۔ نو څه خيال دې ستاسو دَ هغه چا په باره کښې چاچې ورباندې خپله عمل کړې وې“۔ يعنې چې مور پلار ته ېٔ دَ هغهٔ دَ برکته داسې تاج په سره وُلې شې نو خپله به دَ هغهٔ څومره لويه درجه وې۔
۲۹۔ حديث شريف۔ چا چې قران وُلوستو او دا ېٔ خيال وُکړو چې دَ خداېٔ په مخلوق کښې بل چاته دَدې نه زيات نعمت ورکړې شوې دې۔ نو هغهٔ سپک کړو هغه شیٔ کوم چې خداېٔ سپک کړی دې۔ نهٔ دې مناسب قران لوستونکې ته چې تيزې وکړې هغه چا سره چې دهٔ سره تيزې کوې۔ او نهٔ چې جَهالت وکړې هغه چاسره چې دهٔ سره جَهالت کوې بلکه دَ قران دَ عزت په وجه دې ېٔ معاف کړې“۔ يعنې اهلِ علم ته پکار دې چ چاته دَدې نه زيات نعمت ورکړې شوې دې۔ نو هغهٔ سپک کړو هغه شیٔ کوم چې خداېٔ سپک کړی دې۔ نهٔ دې مناسب قران لوستونکې ته چې تيزې وکړې هغه چا سره چې دهٔ سره تيزې کوې۔ او نهٔ چې جَهالت وکړې هغه چاسره چې دهٔ سره جَهالت کوې بلکه دَ قران دَ عزت په وجه دې ېٔ معاف کړې“۔ يعنې اهلِ علم ته پکار دې چې دَ قران علم دَ دُنيا دَ ټولو نعمتونو نه اعلیٰ او افضل وُګنړې۔ که هغویٔ په دُنيا کښې څهٔ شې هُم دَدې عِلم نه زيات وُګنړلو۔ نو هغهٔ سپک وُګنړلو هغه شیٔ کوم چې خداېٔ پاک لوېٔ کړې وو۔ او احکم لحاکمين چې کوم شې ته لوېٔ وئیلی دې هغه سپک ګنړل څومره غټ جرم دې ۔او اهلِ علمو ته پکار دې چې خلقو سره جهالت ا و بد اخلاقې نهٔ کوې۔ دَ قران عزّت او لوئی په دې کښې ده که دوېٔ ته څوک څهٔ ناکاره خبره وُکړې چې دویٔ ېٔ معاف کړې۔
۳۰۔ حديث شريف۔ رسول اللهﷺ فرمائیلی دې چې ”قران خداېٔ پاک ته زيات خوږ دې دَ اسمانونو او مزکو نه او دَ هغه خلقو نه چې په دې اسمانونو او مزکو کښې دې۔ يعنې دَ قران شريف درجه دَ ټولو مخلوق نه لويه ده او هغه خداېٔ پاک ته دَ هر څهٔ نه زيات خوږ دې۔
۳۱۔ حديث شريف۔ چا چې يَو بنده ته دَ الله دَ کتاب(قران) يَو ايت وښيئلو۔ هغه (ښيُونکې) دَهغې (زده کوُونکې) اقا (اُستاد) شولو۔ نهٔ دې لائق دې بنده ته دَ هغهٔ مدد نهٔ کول او نهٔ په هغهٔ باندې چاته ترجيح ورکول که داسې ېٔ وکړل نو هغهٔ دَ اِسلام دَ کړَيو نه يوه کړیٔ ماته کړه“۔ يعنې که دَ ضرورت په وخت ېٔ دَ خپل اُستاد مدد ونهٔ کړو“۔يا ېٔ په هغهٔ داسې سړې ته ترجيح ورکړه چې دَ هغهٔ نه مشر نهٔ وو۔ نو هغهٔ داسې حرکت وکړو چې په اِسلام کښې ېٔ ډيره غټه فتنه پيدا کړه۔ ا ودَ شريعت دَ يَو غټ حُکم خلاف ېٔ وُکړو۔ په دُنيا او اخرت دواړو کښې ورته دَ سزا ورکيدو خطره ده۔
۳۲۔ حديث شريف۔ رسول اللهﷺ فرمائیلی دې۔” هغه سړے ځما امتی نه دې چا چې زمونږ دَ مشر عزت ونهٔ کړو۔ او زمونږ په کشر ېٔ رحم ونهٔ کړو۔ او زمونږ دَ عالم ېٔ قدر ونهٔ کړو“۔ په عالم کښې دَ قران ښيُونکې هم راغلو۔ يعنې داسې سړے زمونږ دَ ټولې نه بَهَر دې او دَ هغهٔ ايمان کمزورې دې۔ ددې حديث دَ مخه دَ لويو عزت کول په وړو رحم او دَ عالمانو قدر کول او عزّت او خدمت کول ضرورې شو۔
۳۳۔ حديث شريف۔ ”چاچې قران وُلوستو۔ دَ هغې معنیٰ او تفسير ېٔ زده کړو۔ ا و په هغې ېٔ عمل ونه کړو۔ نو ځان ته ېٔ په دوزخ کښې کور جوړ کړو“۔ يعنې دَ قران لوستو نه پس بيا په هغې عمل نه کول سخته ګُناه ده ۔خو جاهلان دې خوشاليږې نه چې مونږ خو دَ دې ګُناه نه خلاص يُو۔ په هغوېٔ خو دوه بغرګې ګُناه دې۔ يو دَ علم نه کولو او بله دَ عمل نهٔ کولو۔
۳۴۔ حديث شريف۔ رسول اللهﷺ ته چا عرض وکړو چې فلانې سړے ټوله شپه دَ قران شريف تلاوت کوې او چې صبا نزدې شې نو بيا غلا کوې، هغویٔ وفرمائیل چې ډير زر به ېٔ دا تلاوت دَ غلا نه منع کړې“ يعنې دَ قران لوستو په برکت به دې بد عادت نه خلاص شې۔
حضرت علیؓ نه روايت دې چې رسول الله ﷺ فرمائیلی دې” چاچې قران شريف ولوستو، هغه ېٔ ياد کړو، او دَ هغې حلال ېٔ حلال وګنړل، او دَ هغې حرام ېٔ حرام وګنړل، داخل به کړې هغه خداېٔ پاک په جنّت کښې، او قبول به کړې دَ هغهٔ سفارش دَ هغهٔ دَ خاندان دَ داسې لسو کسانو په حق کښې چې هغویٔ دَ دوزخ حقدار وې۔
۳۵۔حديث شريف۔ چاچې دَ خداېٔ دَ کتاب (قران) يو حرف په اوداسهٔ کښې واوريدهٔ۔ دَ هغهٔ دَ پاره لس(۱۰) نيکیٔ ليکلې شې(يعنې دَ لسو(۱۰) نيکيو ثواب او لس(۱۰) ګُناه به ترې لرې کيږې او لس(۱۰) درجې به ېٔ زياتيږې۔ او چا چې دَ خداېٔ دَ کتاب يَو حرف په مانځه کښې په ناستې ولوستو(يعنې چې مونځ په ناستې کوې، نفل مونځ ترې نه مراد دې۔ ځکه چې فرض مونځ بې عذره په ناستې جائز نهٔ دې۔ او نفل مونځ هم که دَ عذر په وجه چا په ناستې وُکړو نو هغهٔ ته به پوره ثواب ورکولې شې۔ نو هغهٔ ته به پنځوس نيکیٔ ليکلې شې۔ او پنځوس ګُناهونه به ترې لرې کيږې۔ او پنځوس درجې به ېٔ زياتيږې۔ او چاچې دَ خداېٔ دَ کتاب يَو حرف ولوستو (په مانځه کښې) په ولاړې باندې دَ هغهٔ دَ پاره به سل(۱۰۰) نيکیٔ ليکلې شې او سل(۱۰۰) ګُناهونه به ترې لرې کيږې او سل درجې به ېٔ زياتيږې۔ او چا چې قران ولوستو او ټول ېٔ ختم کړو، نو الله تعالیٰ به دَ هغه دَ پاره دَ خپل ځان سره يوه دُعا وُليکی چې فی الحال به قبوله شې يا به څو ورځې پس قبوله شې۔
۳۶۔ حديث شريف۔ چا چې قران وُلوستو او دَ خداېٔ پاک ثنا ېٔ وُوې او په نبی کريمﷺ درُود وُوې او بيا ېٔ دَ خپل پروردګار نه بخښنه وغوښته نو بې شکه هغهٔ دَخپل مقام نه نيکی طلب کړه“۔ يعنې په داسې طريقه ېٔ دُعا وُغوښته چې دَ زر قبليدو اُميد ېٔ دې۔ دَ خداېٔ ثَنا په اَلحَمدُلِلهِ وُوائی۔ او که په بله دَغَسې کلمه خو په دې طريقه دعا غوښتل دَ مقبوليّت خاص اثر لرې۔
۳۷۔ حديث شريف۔ خپلو ښځو ته سورهٔ واقؔعه وښَیٔ۔ بيشکه دا دَ غنې کيدو سورة دې“۔ يعنې څوک چې هره شپه دَدې سورة تلاوت کوې۔ خداېٔ به ېٔ غنی کړې۔ دَ رزق ضرورې سامان به ورته حاصليږې او دَ زړهٔ اِطمينان به ېٔ هُم حاصل شې اصلې غنی والې دغه دې ښځې چونکه تنګ زړی وې په لږه غوندې تنګسه کښې ډيرې پريشانه کيږې۔ ځکه ېٔ په خصوصيّت سره ښځې يادې کړې کنې نو سړو دَ پاره هم دغه شان دې۔
۳۸۔ حديث شريف۔ په خلقو کښې ښهٔ دَ قران لوستو په اِعتبار سره هغه څوک دې۔ چې کله هغهٔ قران لولې نو معلوميږې چې دَ خداېٔ نه ويَريږې۔“ يعنې چې څوک ورته ګورې نو په دې پوهيږې چې ددې سړې په زړهٔ کښې دَ خداېٔ ويَره ده۔ داسې په اِهتمام سره ېٔ وائی لکه چې دَ يَو حاکم په مخکښې ناست وې۔ بې موقع حرکت دې نه کوې۔ دَ قران دَ لوستو صحيح طريقه داده چې په اوداسهٔ کښې مخ په قبله کښينې او ډير په عاجزیٔ سره تلاوت کوې۔ لکه چې دَ خداېٔ پاک سره خبرې کوې۔ اوکه په معنیٰ ېٔ پوهيږې نو معنیٰ ته دې ېٔ فکر کوې۔ کوم ځاېٔ کښې چې دَ رحمت ايت راشې،هلته دَ رحمت دُعا وُغواړې۔ کوم ځاېٔ کښې چې دَ عذاب ذکر راشې، هلته دَ خداېٔ دَ عذاب نه پناه وُغواړې۔ ا وچې تلاوت ختم کړې نو دَ خداېٔ حمد اُووائی۔ په حضرت محمدﷺ درود اُوائی او دَ بخښنې دُعا وُغواړې۔ او نور څه چې غواړې هغه وغواړې۔ بيا درود او وائی۔ او دُعا ختم کړې۔ څومره چې کيدې شې دَ تلاوت په وخت کښې نور خيالات زړهٔ ته راوستل نهٔ دې پکار۔ که نهٔ کَوِې خپله به لاړ شې۔ دَ تلاوت په وخت کښې جامې هم صفا سُتره پکار دې او دَ ناستې ځاېٔ هُم صفا سُتره پکار دې۔
څلورَمه بَرخه خَتَم شَوه