دويمه برخه (دَ مانځهٔ اوداسهٔ مسئلے)

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ وَالصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰى خَاتَمِ النَّبِيِّيْنَ
دويمه برخه (دَ مانځهٔ اوداسهٔ مسئلے)
کتاب الصلوٰة
دَ مانځه فضیلت ص128:
الله تعالٰی فرمائی۔ إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ بیشکه مونځ دَ بې حیایَیٔ او ګُناه نه منع کوی۔ یعنی پهٔ ښهٔ طریقه مونځ کولو کښې الله تعالٰی داسې برکت واچوی چې مونځ ګُذار دَ ټولو ګناهونو نه بچ شی۔ اګر چې نور هم داسې عبادتونه شته چې خلق پرې دَ ګناه نه بچ کیږی خو پهٔ دې حقله دَ مانځه ډیر لوېٔ تاثیر او برکت دې۔ خو دا ضروری ده چې مونځ پهٔ صحیح طریقه دَ سُنت طریقې مطابق وکړې شی چې د مونځ ګُذار پهٔ زړهٔ کښې دَ خداۓ پاک لوئی او پاکی وی۔ ظاهر او باطن ېٔ دَ سکون او عاجزۍ او دَ خداۓ دَ ويرې نه ډک وی۔ پهٔ کومه درجه کښې چې ېٔ نمونځ کامل او ښهٔ وی هم هغه درجه کښې به ېٔ برکت هم زیات وی۔خداۓ پاک ته دَ مانځه نه زیات غوره بل عبادت نشته۔
مسلمانانو ته پکار دی چې هغه عبادت چې دَ ټولو ګناهونو نهٔ ېٔ خلاصوی او دَ دوزخ د اور نه پناه ورکوی ډیر پهٔ اهتمام اؤ ښهٔ طریقه سره ادا کړی۔ اؤ هیچرې پکښې غفلت ونهٔ کړی۔
حضرت اِمام حسن بصری رحمة الله عليه نه روایت دې۔ چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی۔ چا چې داسې مونځ وکړو چې هغې باندې مونځ ګُذار دَ بې حیايۍ دَ کارونو نه منع نهٔ شو، نو هغه سړے دَ خداۓ نه دَ لرې کیدو نه علاوه پهٔ بل هیڅ شی ترقې وُنهٔ کړه۔ یعنې دې پهٔ ځاېٔ دَ دې چې دَ مانځه پهٔ برکت خداۓ پاک ته نزدې شوې وې۔ دَ خداۓ پاک نه نور هم لرې شو۔دا سزا ده ددې خبرې چې هغهٔ دَ یو داسې خوږ عبادت قدر ونهٔ کړو، نو دا معلومه شوه چې دَ مانځه د قبلیدو علامه داده چې مونځ ګُذار د نورو ګُناهونو نه بچ شی او که چرې ترينه غلطیٔ سره څهٔ ګناه وشی نو زر توبه وباسی۔
حضرت عبدالله ابنِ مسعود رضی الله عنه روایت کوی۔ بیشکه دَ هغه مونځ ګُذار مونځ نه قبلیږې او هغهٔ ته ثواب نهٔ رسی څوک چې د مانځه تابعداری نه کوی، او د مانځه د تابعدایٔ علامه داده چې مونځ ګُذار دَ بې حیايۍ او ګُناه د کارونو نه منع شی۔
پهٔ حدیث کښې دی چې یو سړې دَ رسول اللهﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو عرض ېٔ وکړو چې فلانې سړې ټوله شپه عبادت کوی او چې سبا شی نو غلا کوی۔ حضورﷺ وفرمائیل چې بیشکه مونځ به هغه ددې کارونو نه ډیر زر منع کړی کوم چې تهٔ وائې۔
حضرت عباده بن صامت رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی کوم سړې چې اودس وکړی او ښهٔ اودس وکړی، (پهٔ سنت طریقه) بیا مانځه ته ودریږی او پهٔ ښهٔ طریقه رکوع او سجده وکړی۔ او پهٔ ښهٔ طریقهٔ ورکښې دَ قران تلاوت وکړی نو دَ هغهٔ مونځ ووائی چې خداۓ پاک دې ستا دغسې حفاظت وکړی لکه چې تا زما حفاظت وکړو۔ بیا هغه مونځ اسمان ته وخیژولې شی پهٔ داسې حالت کښې چې دَ هغې نه پړقا خیژې۔ او هغهٔ ته د اسمان دروازې لرې شی۔ (یعنې هغه خداۓ پاک ته قبول شی) اؤ څوک چې پهٔ ښهٔ طریقه اودس ونهٔ کړی او بیا پهٔ مانځه کښې رکوع،سجده،او قرأت پهٔ ښهٔ طریقه ونهٔ کړی نو دَ هغهٔ مونځ وائی چې خداۓ پاک دې تا داسې تباه کړی څنګه چې تا زهٔ تباه کړم۔ بیاهغه اسمان طرف ته وخیژولې شی پهٔ داسې حال کښې چې هغه پهٔ توره تیارهٔ کښې وی،او پهٔ هغهٔ دَ اسمان دروازې بندې کړې شی اؤ بیا هغه انغښتې شی، څنګه چې څوک زړه جامه نغاړی، او دَ هغه مونځ ګذار پهٔ مخ راوویشتې شی، (یعنې دَ الله پهٔ دربار کښې نامنظور شی)
حضرت عبدالله بن مغفلؓ روایت کوی چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی۔، پهٔ غُلو کښې غټ غل هغه دې چې خپل مونځ پَټوی، خلقو عرض وکړو چې یا رسول الله ﷺ خپل مونځ څنګه پټوی؟ حضورﷺ وفرمائیل چې رکوع او سجده پوره پوره پهٔ صحیح طریقهٔ نهٔ کوی۔ او پهٔ بخیلانو کښې غټ بخیل هغه دې چې پهٔ سلام کښې بخل کوی۔ مطلب دادې چې دَ مانځه غوندې اسان عبادت پهٔ صحیح طریقهٔ نهٔ کول غټه ګناه ده۔
حضرت انس رضی الله عنه روایت دې چې رسول الله ﷺ دَ کورنه جماعت ته راغلو نو وېلیدو چې یو سړې مونځ کوی، خو رکوع او سجده پوره پوره نهٔ کوی، نو حضورﷺ وفرمائیل چې څوک رکوع او سجده پوره پوره نهٔ کوی، د هغهٔ مونځ نهٔ قبلیږی۔
حضرت ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی، که دا ستن پهٔ تاسو کښې د چا ملکیت وې نو هغه به دا خوښه نهٔ کړی چې دا برباده شی نو بیا تاسو ولې خپل مونځونه بربادویٔ۔ هغه مونځونه چې خالص دَ الله دپاره دی بیشکه الله تعالیٰ ناقص مونځونه نهٔ قبلَوی۔ نو تاسو خپل مونځونه پُوره طریقه باندې ادا کویٔ۔
حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه روایت کوی، یو سړې دَ حضوراکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو تپوس ېٔ وکړو چې اعمالو کښې بهترین عمل کوم یو دې۔ حضورﷺ وفرمائیل مونځ۔ هغهٔ عرض وکړو چې بیا کوم یو دې۔ حضورﷺ وفرمائیل مونځ۔ دغه شان درې ځله هغهٔ تپوس وکړو او دریواړه ځله ورته حضورﷺ هم دا جواب ورکړو۔ بیا چې هغهٔ ورباندې سوالونه زیات کړل (یعنې پهٔ څلورم ځل ېٔ بیا تپوس وکړو) نو حضورﷺ وفرمائیل دَ خداۓ پهٔ لار کښې جهاد(یعنې د مانځهٔ نه پس دَ کفارو سره جنګ کول ددې دَ پاره چې د خداۓ دین غالب شی د مال او دولت پهٔ نیت نه) هغهٔ بیا عرض وکړو چې زما مور او پلار ژوندی دی د هغوی پهٔ حق کښې راته څهٔ حکم کویٔ۔ حضورﷺ وفرمائیل زهٔ تاته د مور پلار سره د ښیګړې حکم درکوم (یعنې د هغوی سره نیکې کوه اؤ تکلیف مهٔ ورکوه۔ مور او پلار ته تکیف رسول حرام دی) هغهٔ عرض وکړو چې قسم مې دې وی پهٔ هغه ذات چې تهٔ ېٔ پهٔ حقه نبی راستولې ېٔ۔چې زهٔ بهٔ ضرور جهاد کوم اؤ ضرور به مور اؤ پلار پریږدم۔ رسول الله ﷺ وفرمائیل چې تهٔ ښهٔ پیژندونکې ېٔ۔ (یعنې دَ مور پلار خدمت کولو او جهاد کولو کښې چې کوم ستا خوښ وی هغه وکړه۔) دَ دې حدیث نه معلومه شوه چې د جهاد کولو درجه د مور پلار د خدمت نه زیاته ده اؤ بعضې حدیثونو کښې د مانځهٔ نه پس د مور پلار د خدمت درجه راغلې ده۔ ددې نه پس د جهاد درجه ده۔ د هغې جواب دادې چې د حقوقِ والدین پهٔ جهاد باندې د زیاتې درجه پهٔ دې وجه ده چې هغه د بندیانو حق دې چې بغیر دَ هغوی د معاف کولو نهٔ معاف کیږی او جهاد یوازې د الله تعالیٰ حق دې کهٔ د چا نه ېٔ وخت خطا شی نو پهٔ توبه معاف کیدې شې یا ېٔ دا جواب دې دَ رسول الله ﷺ پهٔ خدمت کښې به مختلف قسم خلق راتلل او هغوی به هر چاته د هغهٔ د حالت مناسب جواب ورکولو۔
حضرت ابو ایوب انصاری رضی الله عنه روایت کوی۔ چې رسول الله ﷺ به فرمائیل۔ بیشکه هر نمونځ هغه ګناه معاف کوی کوم چې د هغه مانځهٔ نه مخکښې وی۔ ( یعنی د یو مانځهٔ نه بل مانځهٔ تر وخته چې کوم واړهٔ ګناهونه شوې وی هغه ټول معاف شی۔)
حضرت ابو امامه رضی الله عنه روایت کوې۔ ما دَ رسول الله ﷺ نهٔ اؤریدلې دې۔هغوېٔ وئیل چې یو فرض نمونځ چې بل فرض نمونځ سره یو ځاېٔ شې نو هغهٔ ټول ګُناهُونه وُرکوې،کوم چې دَ هغې نه مخکښې شوې وې، (یعنې ټول واړهٔ ګناهونه چې ددې دواړو نمونځونو تر مینځه شوې وې) او د جُمعې نه مخکښې شوې دې تر دې چې دَ بلې جمعې نمونځ وکړې۔ او روژه ورکوې هغهٔ ګُناهونه چې ددې نهٔ مخکښې شوې وې تر دې چې دَ بل رمضان روژې ونیسې او حج ورکوې هغه ټول ګُناهونه کوم چې ددې نه مخکښې شوې دې۔تر دې چې بل حج وکړې او راوې وائی چې فرمائیلې دې رسول الله ﷺ نه دې جائز مسلمانې ښځې ته حج کول مګر دَ خپل خاوند یا خپل ذې رحم محرم سره،(داسې رشته دار چې پرده ترِ نهٔ وې پکار)
که څوک دا اُوائی چې دَ هر نمانځه نه مخکښې واړهٔ ګناهونه معاف کیږې نو دَ جمعې نمانځه ته به څهٔ پاتې شې چې معاف کړې۔ نو جواب ېٔ دا دے چې که واړهٔ ګناهونه نهٔ وې۔ دَ هغې په ځاېٔ به ېٔ نورې درجې بلند شې۔
حضرت ابو امامه رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې ، دَ نمانځهٔ مثال داسې دې لکه دَ چا دَ کور مخکښې چے دَ خوږو اوبو نهر روان وې او هغهٔ ورکښې دَ ورځې پنځهٔ ځله غُسل کوې۔ ایا دَ هغهٔ په بدن به خِیرې پاتې شې؟
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې ، دَ قیامت پهٔ ورځ وړومبې شې چې دَ بنیادم سره به دَ هغې حساب کتاب کیږې نمونځ دې که داېٔ صحیح وې نو نور اعمال به ې هم صحیح وې۔(ځکه چې دَ نمانځه پهٔ برکت دَ نمونځ ګذار نور اعمال هم درست وې) او که خراب وې نو دَ هغهٔ نور اعمال به هم خراب وې۔ بیا به حق تعالیٰ فرشتو ته اُووائی چې وګورېٔ زما دَ بنده څه نفل نمونځونه هم شته۔ که وې نو په هغې به دَ فرض نمونځونو نقصان پوره کړې شې۔ بیا به دَ باقې فرائضو هم دَغسې حساب کیږې۔ او دَ نوافلو نه به دَ هغې کمې پوره کولې شې لکه فرض روژهٔ او نفل روژهٔ، فرض صدقه او نفل صدقه وغیره۔ دَ خداۓ پاک په رحمت او مهربانېٔ باندې، یعنې دا دَ خداۓ رحمت دې چې فرض په نفلو پوره کوې، ورنه قاعده خو دا غواړې چې پهٔ نفلو دِ نهٔ پوره کیږې او عذاب دِ ورکړې شې او چې دَ چا فرائض هم درست نهٔ وې او نوافل ېٔ هم نه وې،هغهٔ ته به عذاب ورکولې شې البته که خداۓ پاک ېٔ پهٔ خپل فضل معاف کړې نو دا بیله خبره ده۔
حضرت ابو هریره رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې الله تعالیٰ چې پهٔ بنیادمو کوم کارونه فرض کړې دې پهٔ هغو ټولو کښې نمونځ زیات بهتر دې نو چې څوک ېٔ دَ زیاتَولو طاقت لرې هغهٔ ته پکار دې، چې زیات ېٔ کړې ،یعنې نمونځونه کوې چې ډیر ثواب ېٔ کیږې۔
حضرت عبادهٔ بن صامت روایت کوې چې حضور ﷺ فرمائیلې دې چې ماته دَ الله تبارک و تعالیٰ دَ طرج نه جبرائیل علیه السلام راغلو او وېٔ وئیل اېٔ محمده، الله تعالیٰ فرمائیلې دې ما ستا پهٔ اُمت باندې پنځه نمونځونه فرض کړې دې چاچې هغهٔ پورهٔ کړل دَ اؤداسهٔ سره، په خپل وَخت باندې دَ رکوع او سجدې سره هغهٔ تهٔ دا ذمه دارې ورکیدې شې چې دَ دې نمانځه په برکت به جنت ته ځې او څوک چې یَو ځاېٔ شو ما سره پهٔ داسې حال کښې چې هغهٔ په دې فرض نمونځونو کښې کمې کړې وې، نو زما سره دَ هغهٔ هیڅ ذمه وارې نشتهٔ که غواړم نو هغهٔ ته به ورکړم او که غواړم نو پهٔ هغهٔ به رحم وکړم۔
حدیث شریف دې چې چا اؤدس وکړو او ښه ېٔ وکړو بیا ېٔ دوه رکعته نمونځ وکړو۔داسې چې نهٔ ورکښې خطا شو او نهٔ ترِ نه څهٔ هیر شو الله تعالیٰ به دَ هغهٔ زاړهٔ ګناهونهٔ معاف کړې۔ دوهٔ رکعته نمونځ پهٔ داسې اهتمام سرهٔ کول چې غلطې ورکښې نهٔ وې څهٔ ګران کار نهٔ دې۔ غلطې دَ غفلت پهٔ وجه کیږې۔ غفلت نه دې پکار پهٔ حدیث کښې دې چې دَ مسلمان نمونځ نُور پیدا کوې۔ څوک چې غواړې خپل زړهٔ دِ روښانه کړې۔
حدیث شریف دې چې الله تعالیٰ نهٔ دې فرض کړې زیات بزرګ شې دَ توحید(یعنې خداۓ پاک دَ هغهٔ پهٔ ذات او صفاتو او افعالو کښې یکتا منل) او نمانځه نه او که ددې نه څه بهتر شې وې الله تعالیٰ به پهٔ فرښتو فرض کړې وو۔
ځنېٔ فرښتې رکوع کوې او ځنې سجدهٔ یعنې فرښتې چونکهٔ پاکیزه او خداۓ پاک تهٔ نزدې دې۔ او پهٔ هغوېٔ کښې دَ عبادت ماده ډیره ده نو که څهٔ عبادت دَ نمانځه نه بهتر وې نو پهٔ هغوېٔ به فرض شوې وو۔ ددې حدیث نه دا هم معلومه شوه چې پهٔ مجموعې حیثیت سره نمونځ څنګه چې په مونږ فرض دې پهٔ فرښتو نه دې فرض بلکه دَ نمانځه بعضې اجزا په بعضو ملائکو باندې فرض دې۔ زمونږ څومره خوش قسمتې ده چې دَ عبادت هغهٔ نفیس اجزا چې پهٔ ملائکو تقسیم شوې دې۔ مونږ ته په جَمع راکړې شوې دې۔ نو ددَغې نعمت قدر پکار دې۔
حضرت انس رضی الله عنه روایت کوې چې پهٔ خپل نمانځه کښې مرګ یادَ وې۔ څوکٔ چې پهٔ نمانځه کښې مرګ یادَوې هغهٔ نمونځ پهٔ طریقه کولې شې۔ نمونځ دَ هغې سړې پهٔ شان کول پکار دې دَ چا چې دا ګمان وې چې بس دغه یَو اخرې نمونځ کوم او دَ داسې کار نه ځان بچ کول پکار دې کوم چې دَ پیښمانتیا اؤ ملامتې سبب ګرزې۔حدیث
حدیث شریف دې دَ هغې سړې مونځ کامل نهٔ دې څوک چې په مانځهٔ کښې عاجزې نهٔ کوې،په حدیث کښې تخشع لفظ راځې دَ هغې ترجمه،پهٔ عاجزیٔ سره شوې ده۔ اصل کښې دَ هغې معنیٰ دَ سکون سره مونځ بغیر دَ عاجزیٔ نهٔ ممکن نه دې نو له دې وجې نه ېٔ پهٔ عاجزیٔ سره ترجمه وُشوه۔ سکون بغیر دا عاجزېٔ نهٔ ځکه نه راځې چې څوک بې باکیٔ سره کښینې پاسې هغه به خوا مخواه بې ضرورته خوزې و اخوا دیخوا به ګورې راګورې۔ اؤ چې عاجزې کوې نو په ادب سره به مونځ کوې۔
حضرت علی رضی الله عنه روایت کوې چې ”دَ رسول الله ﷺ اخرې خبره دا وه چې دَ مانځه خیال ساتیٔ۔ د خدایٔ نه یریږې ، دَ وینځو مریونو په باره کښې۔“ دا واړه خبرې دَ دومره اهتمام لایقې دې چې رسول الله ﷺ دَ دنیا نه دَ سفر په وخت ددې اهتمام وکړو ځکه چې ه مانځه کښې خلق ډیره ناراستیا کوې۔ اؤ وینځې غلام،نوکر چاکر بال بچ ته تکلیف ورکول معمولې کار ګنړې۔ مسلمانانو ته ددې دواړو کاره خاص خیال ساتل پکار دې۔
دَ خدایٔ پاک ځنې نیک بندیان خو دَ مانځه دومره شوقیان وو چې حضرت منصوررضی الله عنه بن زازان (تابعې) به دَ سحر دَ نمر ختو نه تر مازیګر ه ټوله ورځ مونځ کولو څرګنده ده چې فرض مونځونه خو پهٔ دې مینځ کښې صرف دوه وو،نور به ېٔ نفل کول۔ اؤ حضرت منصور بن المعتمررضی الله تعالیٰ عنه څلویښت کاله دَ ورځې به روژه وو او ټوله شپه به ېٔ پهٔ عبادت ویښه تیَروله او ټوله شپه به ېٔ دَ خداۓ دَ ویرې ژړل چې صبا به شو نو سترګې به ېٔ تورې کړې۔ اؤ سر به ېٔ غوړ کړو۔ مور به ورته وې چې تا څوک وژنې چې خپل شکل بدلوېٔ؟ هغهٔ به ورته پهٔ جواب کښې وې چې زهٔ ځان ښه پیژنم۔ مطلب ېٔ دا وو چې که زما دَ ظاهرې شکل نه عبادت معلومیږې نو خلق به راباندې دهوکه وخورې۔ بزرګ به مې ګنړې۔ زهٔ ځان پیژنم چې ددې درجې نهٔ یم۔ امیر عراق هغه راوبلو دَ کوفې دَ ښار قاضې کولوې۔ هغهٔ انکار وکړو۔ نو امیر قید کړو۔ بیا ېٔ څه موده پس پریښوده۔ ځنې خلقو وئیلې دې چې مجبورا دوه میاشتې قاضې شوې وو۔ وُګورېٔ۔ ددې بزرګانو دَ عبادت سره څومره مینه وه؟ او د دنیا نه ېٔ څومره نفرت کولو۔ چې بغیر د محنت نه ورته پهٔ ډیره اَسانتیا عُهده حکومت،دولت او عزت ورکیدې شو لیکن هغوېٔ نهٔ قبلولو۔
حدیث شریف دې چې چا پهٔ ورځ کښې دوهٔ رکعته مونځ داسې وکړو چې فرض نهٔ وې دَ هغهٔ دَ پاره به خداۓ پاک پهٔ جنت کښې یو محل تیار کړې،(ددې نه مراد سنت مؤکده دې۔ دوه سحر،شپږ د ماسپښین،دوه دَ ماښام دوه دَ ماسخوتن۔
حدیث شریف دې۔ ، چا چې دَ ماښام او ماسخوتن پهٔ مینځ کښې شپږ رکعته مونځ داسې وکړو چې پهٔ مینځ کښې څهٔ ناکاره خبره ونکړه نو هغه ته به د دولسو کالو دَ نفل مونځ ثواب ورکیدې شې۔
حدیث شریف دې”چې چا دوه رکعته مونځ ځانته وکړو۔ پهٔ داسې ځاېٔ کښې چې سِوا دَ خداۓ پاک نه اؤ دَ هغهٔ دَ ملائکو نه چې هَر وَخت ورسره وې بل څوک ېٔ ونهٔ وینې دَ هغهٔ دَ پاره به دَ دوزخ نه خلاصې ولیکلې شې۔“یعنې الله تعالیٰ به دَ داسې عمل توفیق ورکړې چې دَ دوزخ دَ اور نه بچ شې خو دا هله چې دَ همیشه دَ پاره دَغَسې مونځ کوې۔
حدیث شریف دې ”څوک چې دَ څاښت مونځ دولس رکعته کوې هغهٔ ته به خداۓ پاک پهٔ جنت کښې د سرو زرو محل تیار کړې۔“
حدیث شریف دې”چا چې څلور رکعته دَ څاښت مونځ او څلور رکعته دَ ماسپښین دَ سنتو نه علاوه مونځ وکړو هغهٔ ته به پهٔ جنت کښې مکان جوړَؤلې شې۔
حدیث شریف دې”څوک چې دَ مازیګر دَ مانځه نه مخکښې څلور رکعته نفل کوې الله تعالیٰ به دَ هغهٔ وجود پهٔ اور باندې حرام کړې۔“(یعنې هغهٔ ته به ددې مانځهٔ پهٔ برکت، الله تعالیٰ دَ نیکو توفیق ورکړې۔ او دَ دوزخ دَ اور نه به ېٔ بچ کړې۔
دَ عبادت ډیر برکتونه دې،خو دا ضرورې ده چې عبادت دومره پکار دې څومره چې سړې دَ همیشه دَ پاره کولې شې کهٔ هغه لږ غوندې ولے نهٔ وي،خو چې سِوا دَ سختې مجبورېٔ نه ېٔ ناغه کوې نه نفل مونځ دِ سړې هله شروع کړې چې بیا ېٔ پریږدې نه۔ دَ شروع کولو نه پس ېٔ پریښودل ډیر بدکار دې نهٔ شروع کول ترینه ښهٔ دې۔
حدیث شریف دې” رحم وکړې الله تعالیٰ پهٔ هغه چا چې دَ مازیګر د مانځهٔ نه مخکښې څلور رکعته نفل کوې۔“
اې مسلمانانو ورونړو او خویندو ،دَحدیث دَدې مضمون نه ځان قربان کړېٔ،وُګوریٔ پهٔ لږ محنت باندې څومره لویه مرتبه ورکیدې شې۔دَ رسول الله ﷺ دَ دعا برکت او دَ ګناهونو نه بچ کیدل ددې چې څومره قدر وشې کم دې۔ دَ رسول الله ﷺ ددعا ډیر لږ خوش نصیبه خلق حقدار کیدې شې۔ سحر او ماښام دواړه وخت زمونږ عمل نامې دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مخکښې پیش کیږې۔ څوک چې نیک کارونه کوې اؤدَ حضورﷺ ښیٔلې شوې عبادتونه کوې دَ هغوېٔ نه رسولِ اکرمﷺ ډیر خوشحاله شې۔ او دَ هغوېٔ دَ خوشحالېٔ پهٔ وجه ېٔ دواړه جهانونو کښې ارام او خوشحالې نصیب کیږې۔
حدیث شریف دې”دَ شپې مونځ(تهجد)پهٔ ځان ضرورې کوې اګر چې یو رکعت وې“۔مطلب ېٔ دادې چې دَتهجد مونځ کول ضرورې دې۔ که دَ چا ډیر توفیق نه وے نو چې څو رکعته کولې شې هغه هومره دې کوې۔ دا مطلب ېٔ نه دې چې یَورکعت دِ کوې۔ ځکه چې یَو رکعت مونځ نهٔ وې۔ کم نه کم دوه رکعته پکار وې۔ دَ تهجد مونځ فرض نه دې خو ثواب ېٔ ډیر زیات دې۔
حدیث شریف دې”دَ تهجد مونځ پهٔ ځان لازم کړېٔ ځکه چې دادَ هغې نیکانو طریقه ده کوم چې ستاسو نه وړاندې لاړدې۔ او الله تعالیٰ ته نزدې کیدل دې۔ او دَ ګناهونو نه بچ کیدلو او دَ ګناهونو لرې کولو ذریعه ده او د بدن مرض لرې کوې۔ لږ عور وُکړې ددې مونځ څومره ډیرې فائدې دې۔ ثواب هم ،دَ ګناهونو معافې هم۔ او دَ بدن ظاهرې بیمارې لرې کیدل هم۔ دَ باطنې بیماریٔ دَ پاره خو شفا ده۔ ځکه چې حدیث شریف کښې راغلې دې”دَ خدایٔ پاک ذکر دَ بیمارېٔ دَ پاره شفا ده۔ او مونځ خو اعلیٰ درجه ذکر دې۔ دَ تهجد وَخت خاص طور سره دَ دُعا دَ قبلیدو وخت دې۔ امام اعظم رحمته الله علیه څلویښت کاله دَ ماسخوتن په اودس دَ سحر مونځ کړې دې۔ ټوله شپه به ېٔ دَ خداۓ پاک عبادت کولو۔
حدیث شریف دې رسول الله ﷺ فرمائی چې خداۓ پاک پارمائیلې دې۔ چې اے بنیادمه،تهٔ څلور رکعته نفل دَورځې پهٔ اول کښې وُکړه خالص زما دَ پاره پهٔ اِخلاص سره نو زهٔ به دَ ورځې تر اخره پورې دَ ستا کارونه پوره کړم۔ دا دَ اشراق دَ مانځه فضیلت دې۔ وُګورېٔ ثواب ورته هم ورکیدې شې او کارونه ېٔ هم پوره کیدې سې ۔ ددې نه زیات احسان به څهٔ وې۔ بدنصیبه خلق هسې اخوا دیخوا ګرزې۔ټول عُمر دَ معمولې معمولې کارونو دَ پاره دَ مخلوق خوشامندې کوې۔ کاش،خپل خالق ېٔ پیژندلې او دَ هغهٔ پهٔ احکامو ېٔ عمل کولې۔ دَ هغهٔ دَ رضا کوشش ېٔ کولې، نو دَ دین او دُنیا دواړو کار به ېٔ جوړوو۔ دَ یو بزرګ قول دې”دَ هر قوم یو کسب وې چې په هغې خپله روزې حاصلوې ۔ زمونږ کسب تقویٰ او توکل دې۔“ تقویٰ پرهیزګارېٔ او دَ خداۓ تعالیٰ دَ احکامو تعمیل ته وئیلې شې۔ او توکل پهٔ خداۓ پاک باندې تکیه کولو ته وائی۔غرض دا چې پهٔ دینداریٔ باندې سړې دَ دُنیا دَ مشقت،تکیف او دَ مخلوق دَ خوشامندو نه هم خلاصیږې۔ او دَ اخرت او ثواب ېٔ هم کیږې۔ کاش،چې مونږدې طرفته توجه وکړې۔
مونځ۔
دَ مانځه ډیره لویه درجه ده۔ یَو عبادت هم خداۓ پاک ته دَ مانځه هومره خوږ نشته۔ خداۓ پاک پهٔ خپلو بندیانو باندې پینځه وخته مونځ فرض کړې دې۔ددې دَ ادا کولو ډیر ثوابونه دې۔ او دَ نه کولو ېٔ ډیره لویه ګناه ده۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځې”چې څوک پهٔ ښهٔ شان سره اؤدس کوې او ښه پهٔ مینه سره مونځ کوې،خداۓ پاک به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ هغه واړهٔ واړهٔ ګُناهونه ټول معاف کړې او جنت به ورکړې“ اوحضور ﷺ فرمائیلې دې ”مونځ دَ دین ستن ده،چاچې پهٔ ښهٔ شان سره مونځ وکړو هغهٔ دین ښهٔ وساتلو او چا چې دا وُغورزَوله(مونځ ېٔ ونکړو) هغهٔ خپل دین برباد کړو“ حضورﷺ فرمائیلې دې” دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ هر څه نه وړومبې دَ مانځه تپوس کیږې اؤ دَ مونځګذار و لاسونه پښې او مخ به دَ قیامت پهٔ ورځ لکه دَ نُور روښانه او پړقیدونکې وې۔او بې نماځه خلق به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ دې دولت نه محروم وې۔ اؤ حضورﷺ فرمائیلې دې”مونځګذار به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ نبیانو، شهیدانو او ولیانو سره پورته کیږې۔ او بې نمازه به دَ فرعون،هامان،قارون او نورو غټوغټو کافرانو سره پاسې“ ځکه مونځ کول ډیر ضرورې دې، او پهٔ نه کولو کښې دَ دین دُنیا دواړو تاوان دې،ددې نه زیات به څه وې؟ چې دَ بې مانځه پورته کیدل به دَ کفارو سره وې۔ او بې مانځه دَ کافرو سره شریک کړې شې،خداۓ مو وُساته۔ مونځ نه کول څومره ناکاره کار دې مونځ پهٔ هر مسلمان نر ښځې باندې فرض دې، سیوا د وړوکې هلک جینېٔ نه چې لا ځوان شوې نهٔ وې، او سیوا دَ لیونې نه چې پهٔ څه نه پوهیږې۔
وړوکې اولاد چې دَ اووه کالو شې نو مور پلار دَ پاره دا حکم دې چې مونځ دِ ورباندې کوې۔ اؤ چې دَ لسو کالو شې نو وهې دِ ېٔ، که مونځ نه کوې مونځ قضا کول پهٔ هیڅ وخت کښې جائز نهٔ دې۔ پهٔ څهٔ طریقه چې وې مونځ دِ ضرور کوې۔ البته که دَ چا هیر شو اؤ بلکل ېٔ یاد نهٔ وو۔ یا داسې غافل اُوده شو چې رابیدار شو نو دَ مانځه وخت تیروو، داسې وخت کښې ګناه نهٔ ده۔ لیکن چې څهٔ وخت بیدار شو یا ېٔ رایاد شو نو پهٔ هغهٔ وخت ورته کول پکار دې۔ البته که هغهٔ وخت مکروه وې۔(د، نمر ختو وخت د نمر پریوتو وخت، او غرمه چې نمر سر پهٔ سر وې دا مکروه وختونه دې) نو دومره دِصبر وکړې چې مکروه وخت ختم شې۔هم دغه شان کوم مونځ چې دَ بې هوشېٔ پهٔ وجه قضا شوې وې۔ دَ هغې قضا کیدو هم ګناه نشته۔ چې کله پهٔ هوش راشې نو پهٔ هغهٔ وَخت دِېٔ وکړې۔
دَ مانځه وَختونه۔
نمبر۱۔شپه چې ختمه شې اؤ صبا نِزدې شې نو نمر خاتهٔ طرفته پهٔ اسمان کښې پهٔ اُوږدوالې باندې قبله پهٔ نمرخاتهٔ یَو سپین والې ښکاره شې،دې ته صبح کاذؔب وائی۔ بیا لږ ساعت پس پهٔ بلنو باندې قطب پهٔ سوئیل یوه سپینه لیکه څرګنده شې۔ ورو ورو زیاتیږې اؤ لږ غوندې وخت کښې سپینه رڼا شې۔ دې ته صبح صادق وائی۔دَدغې سپینې لیکې دَ شروع کیدو نه دَ سحر دَ مانځه وخت شروع کیږې۔ اؤ نمر تر راختو پورې وې۔ دَنمر چې لږه غوندې کناره څرګنده شې نو دَ سحر وخت ختم شې۔
نمبر۲۔دَ زوال نه پس دَ ماسپښین وخت شروع کیږې۔زوال دې ته وائی چې قبلې طرفته اُوږد سورې دَ قبلې نه راروان شې۔ورو ورو قطب طرفته ځې۔چې بلکل قطب ته نیغ شې نوبیا نمرخاتهٔ طرف واوړې۔دغې اؤړیدو ته زوال وئیلې شې۔ چې قبلې ته مخ کړې او وُدریږې نو ښې لاس ته قطؔب وئیلې شې۔ دَ زوال بله اسانه پیژندګلو داده۔ چې نمر راوُخیژې راپورته کیږې نو دَ هر څیز سورې ورو ورو کمیږې چې کمیدل بند شې دا دَ غرمې وخت دې۔ دې نه پس بیا زیاتیدل شروع شې۔ داد زوال وخت نه دَ ماسپښین وخت شروع کیږې۔او دَ غرمې پهٔ وَخت چې دَ څیز څومره سورې وې۔ دَ هغې نه علاسه چې سورې دَ هغې څیزپهٔ دوه هومره شې در دَغې وخته پورې دَ ماسبښین وخت دې۔ مثلا دَ یو لاس اوږد لرګې سورې دَ غرمې پهٔ وخت څلور ګوتې وو۔ نو چې کله دا سورې دوه لاسه اؤ څلور ګوتې شې۔ دَ ماسپښین وخت به ختم شې۔ او دَ مازیګر به شروع شې۔ دَ مازیګر وَخت دَنمر پریوتو پورې دې خو چې کله دَ نمر دَ سترګې بدل شې او رڼائی زیړه شې۔ دې وخت کښې مونځ کول مکروه دې لیکن دَ څه وجې نه که پهٔ چاناوخته شوې وې نو قضا کوې دېٔ نه وُدِې کړې خو پهٔ اراده سره دِ دومره نهٔ ناوخته کوې۔ دَدغې وخت دَ مازیګر دَ مانځه نه علاوه دَ بل وخت قضا مونځ یا نفل دِ پهٔ دې وخت کښې چرې نهٔ کوې۔
نمبر۳۔دَ نمر پریوتو نه پس دَ ماښام وخت شروع شې او چې تر څومره پورې قبلې طرفته دَ اسمان پهٔ مورګو کښې سُرخې وې دَ ماښام دَ مانځه وخت دې خو دَ ماښام پهٔ مانځه کښې دومره تاخیر نهٔ دې پکار چې ستورې رڼاوکړې۔ دومره ناوخته کول مکروه دې۔ بیا چې سُرخې ختم شې نو دَ ماسخوتن وخت شروع شې او تر صبح صادق پورې وې لیکن دَ ماسخوتن مونځ تر نیمې شپې وروستو کول مکروه دې۔ ثواب ېٔ کم دې۔ښه داده چې دَ درئمې برخې شپې پورهٔ کیدو نه وړاندې مونځ وشې۔
نمبر۴۔ پهٔ ګرمېٔ کښې ماسپښین جلدې نه ده پکار۔ چې دَ ګرمېٔ تیزې ختم شې نو مونځ کول ښهٔ دې او پهٔ یخنېٔ کښې اول وخت کښې کول ښهٔ دې۔
نمبر۵۔دَ مازیګر پهٔ وخت کښې تاخیر مستحب دې چې دَ مانځه نه مخکښې نفلونو ته وخت ډیر پاتې شې۔ځکه چې دَ مازیګر دَ مانځه نه پس نفلونه کول جائز نه دې۔لیکن دومره دِېٔ نهٔ ورستې کوې چې دَ نمر سترګه زیړه شې، دَ ماښام پهٔ مانځه کښې جلدې کول مستحب دې۔
نمبر۶۔ څوک چې پهٔ وروستېٔ شپه کښې تهجد کوې اؤ داېٔ پوخ یقین وې چې ضرور به بیداریږې دَ هغهٔ دَ پاره دَ وترو مونځ دَ تهجدو نه پس کول ښهٔ دې۔ اؤکه پهٔ بیداریدو ېٔ پوره یقین نهٔ وې نو دَ ماسخوتن سره دَ اوده کیدو نه مخکښې وِتر کول پکار دې۔
نمبر۷۔ دَ وریځې پهٔ ورځ دَ سحر،ماسپښین اؤ ماښام مونځ لږ ناوخته کول پکار دې۔ او دَ مازیګر مونځ دَ وخته کول ښهٔ دې۔
نمبر۸۔دَ نمر راختلو پهٔ وخت کښې،سَر پهٔ سَر غرمه کښې او دَ نمر پریوتو پهٔ وخت کښې یو مونځ هم نه کیږې۔ البته دَ هغې ورځې دَ مازیګر مونځ که ېٔ نه وې کړې نو دَ نمر پریوتو پهٔ وخت ېٔ هم کولې شې۔پهٔ دې درې واړو وختونو کښې سجده تلاوت هم مکروه او منع ده۔
نمبر۹۔ دَ سحر دَ مانځه نه پس تر څو پورې چې نمر اوچت نه وې راختلې نفل مونځ کول مکروه دې۔ البته دَ نمر راختو نه مخکښې دَ بل وخت قضا مونځ کول جائز دې۔ او سجده دَ تلاوت هم جائز ده۔ هم دغه شان دَ مازیګر نه پس تر نمر پریوتو پورې نفل مونځ کول جائز نهٔ دې۔ البته قضا مونځ اؤ سجدهٔ تلاوت جائز ده۔ لیکن چې نمر زیړې شې نو بیا دا هم جائز دې۔
نمبر۱۰۔که دَ نمر راختو دَ ویرې چا دَ سحر مونځ بې سنتو تش فرض وُکړل نو چې پورې نمر ښهٔ اوچت نهٔ وې راختې سنت هم نشې کولې چې نمر اُوچت راوُخیژې نو بیا دغه سنت او نفل څهٔ چې غواړې کولې شې۔
نمبر۱۱۔ دَ صبح صادق راختو نه پس تر نمر راختو پورې دَ سحر دَ دؤو سنتو او دَ دوؤ فرضونو نه سیوا نور نفل جائز نهٔ دې البته قضا مونځونه یا سجدهٔ تلاوت کولې شې۔
نمبر۱۲۔که دَ سحر پهٔ مانځه کښې ورباندې نمر راوخیژې نو مونځ وُنشو چې نمر رااُوچت شې نو قضا دِ ېٔ وُکړې۔ او که دَ مازیګر مانځه کښې ورباندې نمر پریوتو نو دغه مونځ ېٔ وشو۔دَ قضا ضرورت ېٔ نشته۔
نمبر۱۳۔دَ ماسخوتن دَ مانځه نه وړومبې اُوده کیدل مکروه دې، مانځه نه وروستو اُوده کیدل پکار دې۔ لیکن دَ ناجوړتیا یا سفر پهٔ وجه که ستړې وې اؤ چاته وُوائی چې ما بیدار کړه مانځه ته نو خیر دې۔
نمبر۱۴۔دَ سړو دَ پاره مستحب دادې چې دَ سحر مونځ داسې وخت شروع کړې چې رڼا ښه خوره شوې وې۔ او مونځ ښهٔ پهٔ ارام سره وُکړې څلویښت ایاته تلاوت وکښې پهٔ ښه طریقه وُکړې۔ اؤ که دَ څهٔ وجهې نه ورکښې فساد راشې نو چې دَ نمرراختو نه مخکښې دومره وخت پاتې وې چې بیا ورکښې مونځ دغه شان دَ څلویښتوایتونو دَ تلاوت سره دوباره کولې شې۔او ښځو ته همیشه دَ سحر مونځ پهٔ تیارهٔ کښې کول مستحب دې۔ هم دغسې سړو ته دَ حج پهٔ موقع پهٔ مزدلفه کښې دَ سحر مونځ پهٔ تیارهٔ کښې کول مستحب دې۔
نمبر۱۵۔دَ جمعې دَ مانځه وخت هم هغه دې کوم چې دَ ماسپښین دَ مانځه وخت دې صرف دومره فرق دې چې دَ ماسپښین مونځ پهٔ ګرمېٔ کښې لږ وروستې کول ښهٔ دې۔ او پهٔ یخنېٔ کښې پهٔ اول وخت کښې ښهٔ دې لیکن دَ جمعې مونځ همیشه دَ پاره پهٔ اول وخت کښې سنت دې۔
نمبر۱۶۔ دَ اخترونو دَ مانځه وخت دَ نمر دَ راوچتیدو نه پس شروع کیږې۔او دَ غرمې نه لږ مخکښې پورې وې دَ نمرښهٔ راختلو نه مطلب دادې چې دَ نمر زیړوالې ورک شې،او پهٔ نظر ورته کتلې شې۔دَ لوېٔ اختر مونځ زرکول مستحب دې۔ او پهٔ واړهٔ اختر کښې لږ تاخیر پکار دې۔
نمبر۱۷۔چې امام خطبې ته ودریږې دَ جمعې خطبه وې که دَ اخترونو یا دَ حج پهٔ وخت کښې مونځ کول مکروه دې۔
نمبر۱۸۔چې دَ جمعې دَ مانځه تکبیر وشې نو مونځ کول مکروه دې۔ سحر سنت که چا نهٔ وو کړې او دا ېٔ یقین وې چې یَو رکعت به دَ امام سره لاندې کړې شم، نو دَ هغه دَ پاره سنت کول مکروه نه دې۔ بعضې علماؤ وئیلې دې که صرف تشهد لاندې کولې شې نو هم ورته سنت کول پکار دې۔ که چا سنت مؤکده شروع کړې وې او تکبیر وشې نو هغه دې پوره کړې۔
نمبر۱۹۔دَ اخترونو دَ مانځه نه ړومبې پهٔ عیدګاه کښې وې او که پهٔ کور کښې نفل مونځ مکروه دې اؤ دَ اخترونو دَ مانځه نه پس صرف پهٔ عیدګاه کښې مکروه دې۔
اذان اؤ اقامت۔
نمبر۱۔کهٔ دَ وخت دَ مانځه دَ پاره اذان وئیلې شې نو دَ هغې وخت کیدل ضرورې دې۔ دَ وخت نه مخکښې اذان درست نهٔ دې۔ دَ وخت کیدو نه پس به هغه دوباره کولې شې دَ سحر دَ مونځ دَپاره وې که بل وخت۔
نمبر۲۔ اذان اؤ اقامت دَ عربَیٔ ژبې پهٔ دغو خاصو الفاظو کښې ضرورې دې کوم چې دَ رسول اللهﷺ نه منقول دې۔ که پهٔ بله ژبه یا عربیٔ ژبې پهٔ نورو الفاظو کښې اذان یا اقامت څوک وکړې دا درست نه دې۔ اګر چې خلق ترِدَ اذان مطلب واخلې او پوه شې پر۔
نمبر۳۔ مؤذن به سړې وې۔ دَ ښځې اذان درست نهٔ دې۔ که ښځې اذان وُکړو نو دوباره به کول پکار وې۔ که بې دوباره کولو چا مونځ وُکړو نو داسې دې لکه چې بې اذانه ېٔ کړې وې۔
نمبر۴۔مؤذن دَ پاره عاقل بالغ کیدل هم ضرورې دې۔ دَ وړوکې ماشوم او لیونې اذان هم منظور نهٔ دې۔
نمبر۵۔ دَ اذان صحیح طریقه داده چې اذان کوونکې دِ دَ وړې او لوېٔ دواړو بې اودسو(اودس او غسل) نه پاک وې۔ پهٔ څه اوچَت ځاېٔ دَ ودریږې قبلې ته دِ مخ کړې۔ دَ دواړو غوږونو سُورې دِ دَ شهادت پهٔ ګوته بند کړې۔ او پهٔ پوره طاقت سره دِ پهٔ اوچت اواز۔ دا کلمات وُوائی، ”اللهُ اکبر“ څلور ځله
”اَشهدُ اَن لا اِلٰهَ اِلا اللهُ“ دوه ځله، ”اَشهد ان محمدارسولُ الله“ دوه ځله، ”حَی عَلَی الصلٰوة“ دوه ځله،
”حَی عَلَی الفلاح“ دوه ځله، بیا ”اللهُ اکبر“دوه ځله،”لَا اِلٰهَ اِلا اللهُ“ یَو ځل۔ د ”حَی عَلَی الصلٰواة“ وینا پهٔ وخت به ښې طرفته مخ ګرزَوې۔ خو چې سینه او قدمونه ېٔ دَ قبلې نه اونهٔ ګرزَې۔ او دَ” حَی عَلَی الفَلاح“ وینا پهٔ وخت به مخ ګس طرف ته په دغه شان ګرزَوې۔ دَ سحر دَ مانځه پهٔ اذان کښې به دَ” حَی عَلَی الفلاح نه پس دوه ځله ”اَلصلاة خَیر منَ النوم“ هم وائی۔ دَ اذان الفاظ ټول پنځلس دې اؤ دَ سحر دَ اذان اولس دَ اذان الفاظ به دَ سندرو پهٔ شان وزن باندې نه وائی اؤ څه الفاظ په ورو اؤ څهٔ پهٔ زوره به هم نهٔ وائی(ټول بهٔ یو شان پهٔ زورهٔ وائی)دَ دوه ځله ”اَللهُ اَکبر“ وینا نه پس اؤ دَغه دَ هرې کلمې دَ وَینا نه پس دِ دومره دمه کومه چې بل سړې پهٔ جواب کښې دَغه کله وُوئیلې شې۔
نمبر۶۔دَ اقامت کولو هم دغه طریقه ده۔ طرق دومره دې چې ښه داده چې اذان ځانه دِ دَ جماعت نه بَهَر وې او اقامت پهٔ جماعت کښې کولې شې۔ بل دا چې اذان پهٔ زوره کولې شې اؤ اقامت پهٔ ورو ورو او اقامت کښې ”اَلصلٰواة خَیر مِن النوم“ نهٔ شې وئیلې۔ دَدې پهٔ ځاېٔ پنځه واړه وخته کښې ”قَد قامت الصلواة“ دوهٔ ځله وئیلې شې۔ اَؤ دَ اقامت پهٔ وخت غوږونو کښې ګوتې ورکول هم نشته۔ او پهٔ اقامت کښې دَ ”حَی علی الصلٰوة او حَی علی الفلاح“ وینا پهٔ وخت مخ ګرزول هم ضرورې نهٔ دې۔
دَ اذان او اقامت احکام۔
نمبر۱۔ دَ ټولو فرضونو مونځونو دَ پاره یَو ځل اذان وئیل سنّت موکده دې۔ مسافر وې که مقیم پهٔ جمع مونځ کوې او که ځانله ځانله، دَ وخت مونځ کوې اؤ که قضا۔او دَ جُمعې دَ مانځه دَ پاره دوه ځله اذان وئیلې شې۔
نمبر۲۔که مونځ پهٔ داسې سبب قضا وې چې هغه عام وې۔نو هغې ته اذان پهٔ زوره پکار دې۔اؤ که پهٔ څهٔ خاصه وجه قضا شوې وې نو اذان ورته غلې غوندې پکار دې۔ چې خلق خبر نه شې ځکه چې مونځ قضا کؤل دَ غفلت اؤ دَ دین پهٔ کار کښې دَ مستېٔ علامه ده او دا ګناه ده۔ اؤ ګناه څرګندَوُل ښه کار نهٔ دې۔ او که ډیر مونځونه چانه قضا شوې وې۔ او ټول پهٔ یو ځاېٔ باندِې کوې۔ نو صرف وړومبې مونځ ته اذان کول پکار دې۔ نووروته صرف اقامت کافې دې۔ البته دَ هر یَو دَ پاره خپل اذان مستحب دې۔
نمبر۳۔ دَ مسافر دَ پاره که ټول ملګرې پهٔ یو ځاېٔ وې اذان مستحب دې سنت نهٔ دې۔
نمبر۴۔ څوک چې پهٔ خپل کور کښې مونځ کوې۔ پهٔ جمع وې که یوازې هغوېٔ ته اذان اؤ اقامت کول مستحب دې۔ سنّت مؤکده نهٔ دې۔ هله که دَ محلې پهٔ کښې ېٔ اذان اؤ اقامت شوې وې۔ ځکه چې دا ټول محلې ته کافې دې۔
نمبر۵۔ پهٔ کوم جماعت کښې چې یو ځل دَ اذان اؤ اقامت کول ورته مکروه دې۔ البته که دې جماعت کښې مؤذن اؤ امام مقرر نهٔ وې نو بیا مکروه نه دې بلکه بهتر دې۔
نمبر۶۔ که څوک پهٔ داسې ځاېٔ کښې دَ ماسپښین مونځ کوې چې هلته دَ جُمعې دَ مانځه شرطونه پوره کیږې او دَ جُمعې مونځ ورکښې کیږې هغهٔ ته اذان او اقامت کول مکروه دې۔ دَ ماسپښین مونځ دَ عذر پهٔ وجه کور کول او که بغیر دَ څه عذر نه او دَ جُمعې دَ مانځه دَ ختمیدو نه مخکښې ېٔ کوې او که وروستو۔
نمبر۷۔ دَ فرض عین مونځونو نه علاوه نورو مونځونو دَ پاره اذان او اقامت نشته۔ عام له دې نه چې فرض کفایه وې لکه دَ جنازې مونځ،یا واجب وې لکه دَ اخترونو او وِتر یا نفلې۔
نمبر۸۔ښځو ته اذان او اقامت کول مکروه دې۔ ځانته مونځ کوې اؤ که پهٔ جمع۔
نمبر۹۔څوک چې اذان واؤرې سړې وې که ښځه،پاک وې، که پهٔ غسل کښې هغهٔ ته دَ اذان جواب ورکول مستحب دې۔ بعضې عالمانو ورته واجب هم وئیلې دې۔ یعنې چې کوم لفظ دَ مؤذن نه واؤرې، هم هغه دِ وائی لیکن دَ ”حَی عَلَی الصلٰواة“ او ”حَی عَلَی الفَلَاح“ پهٔ جواب کښې به”صَدَقتَ و بَرَرتَ“ وائی۔دَ اذان ختمیدو نه پس به درود شریف وُوائی۔ او بیا به دا دُعا وُوائی۔
اَللهُم رَب هٰذِهِ الدعوَةِ التامةِ وَالصلوٰةِ القَاءِمَةِ اٰتِ سَیِّدَنَا مُحمَّدِنِ الوَسِیلَةَ وَالفَضَیلَةَ وَبعَثهُ مَقَاما مَحمُودَنِ الذی وَعَدَّتهُ اِنکَ لَا تُخلِفُ الِیعَاد“۔
نمبر۱۰۔ دَ جُمعې وړومبې اذان چې وَاؤرې۔ دَ دُنیا ټول کارونه پریښول او جماعت ته تلل واجب دې۔ سُود سودا یا بل څه کار باندِې حصاریدل حرام دې۔
نمبر۱۱۔ دَ اقامت جواب ورکول هم مستحب دې۔ واجب نهٔ دې۔ دَ ”قَد قَامَتِ الصلوٰة“ پهٔ جواب کښې به ”اَقَامَهَا اللهُ وَادَمَهَا“ وائی۔
نمبر۱۲۔ پهٔ اَتو حالتونو کښې دَ اذان جواب ورکول نهٔ دې پکار(ا) دَ مانځه پهٔ حالت کښې(۲)دَ خطبې اؤریدو پهٔ وخت کښې۔دَ جُمعې خُطبه وې که دَ بل څه۔(۳)دَ حیض اؤ نفاس پهٔ حالت کښې۔(۵) دَ علمِ دین ښئیلو یا اوریدلو پهٔ وخت کښې۔(۶) دَ جماع پهٔ حالت کښې۔(۷)دَ وړوکې یا لوئی اودس ماتې پهٔ وخت کښې۔(۸)دَ خوراک خوړلو پهٔ وخت کښې یعنې پهٔ دې حالتونو کښې ضرورې نهٔ دې۔ چې ددې کارونو نه وزګار شې۔ او ډیر وخت نهٔ وو تیر شوې نو جواب ورکول پکار دې۔
دَ اذان اؤ اِقامَت مُستحَبَّات اَؤ سُنَّت۔
نمبر۱۔ پکار ده چې مؤذّن سړې وې،دَ ښځې اذان اؤ اقامت مکروه دې، که ښځې اذان وکړو نو دوباره کول ېٔ پکار دې۔ البته دَ اقامت دوباره کول نشته۔ځکه چې دَ اقامت تکرار مشروع نهٔ دې۔
نمبر۲۔ دَ مؤذن دَ پاره عاقل اؤ بالغ کیدل شرط دې۔ دَ لیونې مست او نابالغه ماشوم اذان او اقامت مکروه دې۔دَ اذان دوباره کول ېٔ ضرورې دې او دَ اقامت نه۔
نمبر۳۔ دا ضرورې ده چې مؤذّن دَ مانځه دَ وَختونو اؤ ضرورې مسٔلو نه خبر وې، دَ جاهل دَ اذان دومره ثواب نهٔ کیږې لکه دَ پوهه۔
نمبر۴۔ مؤذّن دِ پرهیزګار وې، دیندار اؤ دَ خلقو پهٔ حال خبر وې اؤ چې څوک جماعت ته نهٔ راځې هغوېٔ ته دِ زور نه کوې که څه خطره ورکښې نهٔ وې۔
نمبر۵۔ دَ مؤذّن اواز دِ اوچت اؤ خوږ وې۔
نمبر۶۔ اذان دَ جماعت نه بَهَر پهٔ اوچت ځاېٔ پکار دې۔ او اقامت جماعت کښې دَننه پهٔ جماعت کښې دَننه اذان مکروه تنزیهې دې البته دَ جُمعې دویم اذان به پهٔ جماعت کښې دَ ممبر پهٔ خوا کښې کولې شې۔
نمبر۷۔ اذان پهٔ ولاړه کول پکار دې، پهٔ ناسته اذان مکروه دې، دوباره کول ېٔ پکار دې،البته که مسافر یا مقیم صرف دَ خپل ځان دَ مانځه اذان کوې نو پهٔ ناسته هم خیر دې۔
نمبر۸۔ اذان پهٔ اوچت اواز پکار دې البته که یوازې ځانته کوې نو پهٔ ورو هم خیر دې۔ خو ثواب بیا هم پهٔ اوچت اواز کښې دې۔
نمبر۹۔ دَ اذان پهٔ وخت دَ غوږونو سُورې پهٔ ګوته بندَوُل مستحب دې۔
نمبر۱۰۔ دَ اذان الفاظ پهٔ دمه دمه وئیل سنت دې او دَ اقامت زر۔ دَ اذان هر دوؤ تکبیرونو نه پس دومره حصارتیا پکار ده چې اؤریدونکې ورته جواب ورکړې شې۔ دَغسې پهٔ نورو کلِمو کښې، هله که ۔۔۔۔۔۔ پسې دومره حصارتیا پکار وه چې هغه کلِمه پکښې ووئیلې شې۔ که پهٔ څه وجه اذان داسې ونهٔ شې وئیلې نو دوباره کول ېٔ پکار دې۔ البته که اقامت چا زر زر ونهٔ کړو۔ پهٔ دمه دمه ېٔ وکړو نو دوباره کول ېٔ نشته۔
نمبر۱۱۔ اذان کښې دَ”حَیَّ عَلَی الصَّلوٰةِ“ وینا پهٔ وخت ښې طرفته اؤ دَ ”حَیَّ عَلَی الفَلاح“ پهٔ وخت ګس طرف ته مخ ګرزَوَل سنت دې۔ خو چې سينه او قدمونه ېٔ دَ قبلې نه وُنه ګرزې۔
نمبر۱۲۔ دَ اذان او اقامت دواړو وخت کښې قبلې طرفته مخ کول سنت دې۔ بل طرف ته مخ کول مکروه تنزیهې دې۔ البته که پهٔ سورلېٔ روان وې نو چې کوم طرف ته ېٔ مخ وې خیر دې۔
نمبر۱۳۔پهٔ اودس کښې اذان کول مستحب دې۔ اؤ اقامت کول ۔۔۔ د غُسل پهٔ حالت کښې اذان مکروهِ تحریمې دې۔ که چا وکړو دوباره کول ېٔ مستحب دې۔ اؤ اقامت کول دَ بې اودسېٔ پهٔ حالت کښې مکروه تحریمې دې خو دوباره کول ېٔ نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ اذان او اقامت دغه کلِمات پهٔ دغه ترتیب وَینا سنت ده، که څوک ېٔ وړاندې وروستو کړې لکه” اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدا رَّسُولُ اللهِ“ مخکښې وُوائی یا ”حَیَّ عَلیَ الفَلاح“ مخکښې وُوائی نو صرف هغه کلِمه دوباره وئیل پکار دې دَ ټول اذان دوباره کولو ضرورت نشته۔ لکه”حَیَّ عَلیَ الفَلاح“ ېٔ اُووې بیا ېٔ ”حَیَّ عَلَی الصَّلٰواة“ وُوې نو اوس دِ بیا ”حَیَّ عَلیَ الفَلاح“ وُوائی۔
نمبر۱۵۔ دَ اذان او اقامت پهٔ مینځ کښې خبرې کول نهٔ دې پکار۔دَ سلام جواب ورکول نه دې پکار۔ که چا خبرې وکړې نو که ډیرې ېٔ کړې وې۔ اَذان یا اقامت به دوباره کوې۔ که لږې وې نو خیر دې۔
نمبر۱۶۔که چانه دَ اذان جواب ورکول هیر شو یا ېٔ قصدًا جواب ورنهٔ کړو۔بیا ورته یاد شو یا ېٔ اراده وشوه نو که ډیر وَخت نه وې تیر شوې،جواب دِ ورکړې۔اوکه ډیر وخت شوې وې نو اوس دِېٔ نه ورکوې۔
نمبر۱۷۔ دَ اقامت کولو نه پس که ډیر تیر شې یا څهٔداسې کار وُشې چې دَ مانځه له قسمه نه وې۔ لکه خوړل،څښل،وغیره۔ نو اقامت به دوباره کولې شې۔ اوکه ډیر وخت نه وې۔لکه امام دَ سحر سنت لا نه وو خلاص کړې، هغه خلاصَوې نو دې ته ډیر وخت نشې وئیلې او دوباره کول ېٔ ضرورې نه دې۔
نمبر۱۸۔که مؤذن دَ اذان کولو پهٔ وخت کښې بې هوشه شې یا ېٔ اواز بند شې یا ترِ نه هیر شې او څوک ورته دَ ښئیلو نه وې۔ یا بې اودسه شې اؤ اودس کولو ته لاړ شې نو اذان دَ سَره بیا دوباره کول سنت مؤکدّه دې۔
نمبر۱۹۔ که څوک د اذان یا اقامت پهٔ مینځ کښې بې اودسه شې نو ښه داده چې هغه پوره کړې بیا اودس ته لاړشې۔
نمبر۲۰۔ یو مؤذن پهٔ دوؤ جماعتونو کښې اذان کول مکروه دې چې کوم جماعت کښې مونځ کوې هغې کښې دِ اذان کوې۔
نمبر۲۱۔ څوک چې اذان وکړې اِقامت هم دَ هغهٔ حق دې۔ البته که هغه چرته لاړ شې یا بل چاته اجازت ورکړې نو خیر دې۔
نمبر۲۲۔ ګنړ مؤذنان پهٔ یو ځاېٔ کښې اذان کولې شې(لکه پهٔ یو جامع مسجدونو کښې چې کوې)۔
نمبر۲۳۔ مؤذن ته پکار دې چې اقامت ته پهٔ کوم ځاېٔ ودریدلې وې هم پهٔ هغه ځاېٔ دِ ختم کړې۔
نمبر۲۴۔ اذان او اقامت دَ پاره نیت شرط نه دې البته ثواب بغیر دَ نیت نه نهٔ کیږې۔ اؤ نیت ېٔ دادې چې دَ اذان او اقامت خالِص دَ خداۓ دَ رضا دَ پاره کوم۔
دَ مانځه شرطونه۔
نمبر۱۔ دَ مونځ شرطونه کولو نه وړومبې څو کارونه فرض دې(۱)که اودس ېٔ نه وې نو اودس کول۔ که دَ غُسل حاجت وې ورته نو غُسل کول(۲) که پهٔ جامه یا بدن ېٔ پلیتې وې نو دَ هغې لرې کول(۳) پهٔ کوم ځاېٔ چې مونځ کوې دَ هغې پاکوالې۔(۴) دَ سړې دَ پاره دَ نامهٔ نه تر زنګونونو،اؤ دَ ښځې دَ پاره دَ مخ او دواړو لاسونو او دواړو پښو نه علاوه دَ سَر نه تر پښو ټول بدن پټول۔(۵) قبلې طرفته مخ کول۔(۶) کوم مونځ چې کوې دَ هغې نیت کول یعنې پهٔ زړهٔ کښې اراده کول۔(۷) دَ مانځه وخت کیدل دا ټول څیزونه دَ مانځه شرطونه دې۔ که پهٔ دې کښې یو هم پوره نه وې نو مونځ نه کیږې۔
نمبر۲۔ دَ نرې چکن،بک،ویل،جالیٔ یا ململ پهٔ لوپټه چې ویښتهٔ ترینه ښکارې مونځ نه کیږې۔
نمبر۳۔ که دَ مانځه پهٔ وخت کښې دَ ښځې څلورمه برخه پتون پنډېٔ،لیچه یا بل اندام څرګند شو۔ او دومره ساعت څرګند وې چې درې ځله ”سُبحَانَ رَبیَّ العَظِیم“ ورکښې وئیلې شې نو مونځ ېٔ مات شو دوباره دِ ېٔ دَ سره کړې اؤ که دومره ساعت نه وې څرګند دَ څرګندیدو سره ېٔ پټ کړې نو خیر دې۔ همدغه شان دَ هَر اندام چې پټول ېٔ فرض دې،پهٔ څرګندیدو مونځ ماتیږې۔ څلورمه برخه غوږ،څلور برخه دَ سَر ویښتهٔ، څلورمه برخه خیټه،څلورمه برخه شا، څلورمه برخه څټ،څلورمه برخه سینه، که څرګنده شې ددرې ځله ”سُبحَانَ رَبیَّ العَظِیم“ برابر نو مونځ ېٔ ماتیږې۔ همدغَسې دَ سړو دَ پاره که دَ نامهٔ نه تر زنګونه دَ یو اندام څلورمه برخه څرګنده شې اؤ دومره لحظه څرګنده وې چې درې ځله ”سُبحَان رَبیَّ العَظِیم“ ورکښې وئیلې شې نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۴۔ کومه جینېٔ چې لا ځوانه شوې نهٔ وې که دَ سَر نه ېٔ لوپټه پریوزې ویښته ېٔ څرګند شې مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ اؤ که بل داسې اندام چې پټول ېٔ فرض وې، څلورمه برخه څرګنده شې نو مونځ ېٔ ماتیږې۔ دوباره به ېٔ کوې۔
نمبر۵۔ که پهٔ بدن یاجامه باندې پلیتې لګیدلې وې۔ خو دَ وینځلو دَ پاره اوبه نه شې موندې نو همدغه شان دِ ورسره مونځ وُکړې۔
نمبر۶۔ که جامه ټول پلیته وې یا دَ څلورمې برخې نه که پاکه وې نو داسې وخت کښې دا هم صحیح ده چې دې جامې سره مونځ وُکړې۔ اؤ دا هم جائز داه چې دا جامې وُباسې او پهٔ بربنډه مونځ وُکړې۔ خودَ بربنډې نه پهٔ دې پلیتو جامو کول ښهٔ دې۔ او که دَ څلورمې برخې نه زیاته پاکه وې نو پهٔ بربنډه مونځ کول جائز نهٔ دې۔ هم دغو پلیتو جامو سره کول واجب دې۔
نمبر۷۔ که چا سره بلکل جامې نه وې یا څلورمې برخې نه کمې پاکې وې او پهٔ بربنډه مونځ کوې نو داسې ځاېٔ کښې دِ وُکړې چې څوک ېٔ نه وینې او پهٔ ولاړې دِ ېٔ نه کوې۔ پهٔ ناستې دِ ېٔ وُکړې۔ او رکوع سجده دِ پهٔ اِشاره کوې۔ که پهٔ ولاړې ېٔ وکړې او رکوع سجده هم وُکړې نو مونځ ېٔ صحیح دې خو پهٔ ناسته ښهٔ دې۔
نمبر۸۔ که پهٔ سفر کښې دَ چا سره لږې اوبهٔ وې چې که اودس پرِ کوې،نو پلیتې لرې کولو ته نه پاتې کیږې۔ او که جامه یا بدن پرِ پاکوې، نو اودس ترې نه پاتې کیږې۔ نو پهٔ هغه اوبو دِ پلیتې اووینځې او دَ اودس دَ پاره دِ تیمُّم وکړې۔
نمبر۹۔ که څادر دومره لوئی وې چې دَ هغې پلیته حصه دَ مونځګذار دَ حرکت سره نه خوزې۔ دَ هغې سره مونځ کول خیر دې همدغه شان دَ هغه څیز پاکوالې هم ضرورې دې کوم چې دَ مونځګذار سره وې۔ اؤ دَ هغه بچې دَ بدن یا جامه پلیتې وې اؤ هغه وړوکې پهٔ خپل زور نه وې ولاړ نو که هغه پلیتې ډیره وې دا مونځ ېٔ صحیح نه دې او که پخپل طاقت ولاړ وو نو خیر دې ځکه چې هغه دَ مونځ ګُذار نه جدا دې اؤ دا پلیتې به دَ هغهٔ ګنړلې شې۔ هم دغه شان که دَ مونځګُذار پهٔ بدن باندې داسې شې وې۔ چې پهٔ هغې کښې پلیتې وې خو دَ خپلو پیدا کیدلو پهٔ ځاېٔ کښې او ظاهره ورباندې دَ پلیتېٔ څهٔ اثر نه وې نو ددې څهٔ حرج نشته۔ لکه سخا هګیٔ چې دَ زیړو نه ېٔ وینه جوړه شوې وې، دَ چا پهٔ جیب کښې وه څهٔ حرج ېٔ نشته۔ ځکه چې وینه پهٔ هغه ځاېٔ کښې ده کوم ځاېٔ چې پیدا شوې ده۔ پهٔ خلاف دَ دې چې که پهٔ شیشه کښې وینه یا واړهٔ بول وو اؤ سر ېٔ ښهٔ بند وو۔ دَ هغې سره مونځ نهٔ کیږې۔ ځکه چې هغه پخپل ځاېٔ کښې نه ده۔
نمبر۱۰۔ دَ مونځ کولو ځاېٔ دَ پلیتېٔ نه پاکیدل پکار دې۔ البته که پلیتی دَ معافیٔ پهٔ مقدار وې نو څهٔ حرج نشته۔ دَ مانځه دَ ځاېٔ نه مراد هغه ځاې دې، پهٔ کوم چې دَ مونځ ګُذار پښې وې۔ او چې دَ سجدې پهٔ وخت کښې ورباندې زنګلونه اؤ لاسونه اؤ پوزه او تندې راځې۔
نمبر۱۱۔ که دَ یوې پښې ځاېٔ پاک وې۔ او بله ېٔ وچته کړې وې هم خیر دې۔
نمبر۱۲۔ کومه کپړه چې دَ مانځه دَپاره غوړَولې شې(مُصَلّٰٔی) دَ هغې هم دا حکم دې چې دَ پښو،زنګونونو، لاسونو،پوزې او تندې لګیدو ځاېٔ پکښې پاک وې که نوره پلیته وې هم خیر دې۔ دا کپړه لویه وې که وَړَه۔
نمبر۱۳۔ که پهٔ پلیت ځاېٔ کپړه غَوړولې شې،نو هغه دِ دومره نرېٔ نه وې چې ورلاندې ځاېٔ پهٔ نظر راځې۔
نمبر۱۴۔ که دَ مانځهٔ پهٔ وخت کښې دَ مونځ ګُذار کپړه پهٔ پلیت ځاېٔ پریوځې نو خیر دې چې دَ مانځهٔ پاک وې۔
نمبر۱۵۔ کهٔ دَ څهٔ معذوریٔ پهٔ وجه څوک بې جامو پهٔ بربنډه مونځ وکړې نو که دا عذر دَ بنیادمو دَ طرف نه وې، چې دا عذر ېٔ ختم شې نو دا مونځونه به دوباره بیا کوې، لکه یَو سړې پهٔ جیل کښې وو او دَ جیل نوکرانو ترینه جامې ویستې وې یا ترینه چا دښمن جامې ویستې وې۔ یا ورته دښمن وائی چې که جامې اَغوندې نو مړ کوم دِ اؤ که دَ بنیادمو دَ طرفهٔ نه وې۔ لکه دَ چا سره جامې هډو وې نه۔نو بیا پرِ دوباره کول ضرورې نه دې۔
نمبر۱۶۔ که دَ چا سَره یوه کپړه وې۔ که بدن پرِ پټوې نو دَ غوړَولو دَ پاره څهٔ نه وې۔ هغهٔ ته پکار دې چې بدن پرِ پټ کړې۔ او مونځ پهٔ هغه پلیت ځاېٔ وکړې۔ که پاک ځاېٔ نه وې۔
نمبر۱۷۔ که دَ ماسپښین مونځ چا وکړو۔ بیا ورته معلومه شوه چې دَ ماسپښین وخت ختم شوې دې دَ مازیګر وخت دې نو اوس ورباندې دوباره قضا واجب نه ده۔ همدغه مونځ به داسې ګنړلې شې لکه چې قضا ېٔ کړې وې۔
نمبر۱۸۔ که چا دَ وخت نه وړومبې مونځ وکړو نو دا مونځ ېٔ نه دې شوې پهٔ وخت راتلو به ېٔ دوباره کوې۔
نمبر۱۹۔ پهٔ ژبه باندې دَ نیت وینا ضرورې نه ده چې پهٔ زړهٔ کښې دومره اُووائی چې مثلاً دَ ماسپښین فرض یا سنت مونځ کوم اؤ اللهُ اکبر اووائی لاس وتړې۔ دغه کافې ده۔ ددې دومره لوېٔ اُوږد نیت چې پهٔ خلقو کښې مشهور دې وَینا ضرورې نه ده۔
نمبر۲۰۔ که پهٔ ژبه باندې وائی نو دغه هومره کافې ده۔ چې دَ نن ماسپښین فرض مونځ کوم، یا دَ نن ماسپښین سنت مونځ کوم۔ نیت مِ وکړو دَ زړه دَ اِخلاصه څلور رکعت فرض قطعې مونځ ګُذارم دَ نن ماسپښین خاص خداۓ لره مخ مِ دَ کعبې شریفې پهٔ لور کړو، ددې دومره قِصې هیڅ ضرورت نشته دې کهٔ چا اُووې که ېٔ اونه وې۔
نمبر۲۱۔ که پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا خیال وې چې دَ ماسپښین مونځ کوم او پهٔ خُله ېٔ دَ مازیګر وُوې نو هم مونځ ېٔ وشو۔
نمبر۲۲۔ که پهٔ غلطېٔ سره ېٔ دَ څلورو رکعتو پهٔ ځاېٔ دوه یا درې ووې هم مونځ ېٔ وُشو۔
نمبر۲۳۔ که دَ چا نه ډیر مونځونه قضا شوې وې او قضا ېٔ کوې نو دَ خاص وخت نیت دِ کوې۔ چې دَ سحر مونځ کوم۔ یا دَ ماسپښین مونځ کوم چې دَ کوم وخت قضا کوې خاص هم دَ هغې وخت نیت ضرورې دې۔ که دَ خاص نیت ونه کړې نو قضا ېٔ نه کیږې۔
نمبر۲۴۔ که دَ ډیرو ورځو مونځونه ترې قضا شوې وې نو ورځ او تاریخ خاص کول هم ضرورې دې۔ لکه دَ چا دَ خالې، اتوار، پیر دریو ورځو مونځونه قضا شوې وې نو صرف دومره کافېٔ نه دې چې دَ سحر مونځ کوم بلکه داسې نیت پکار دې چې دَ خالې دَ ورځې دَ سَحر مونځ کوم چې دَ خالې دَ ورځې ټول ختم کړې نو بیا دَ اتوار او بیا دَ پیر کول پکار دې۔ که دَ ډیرو میاشتو یا دَ کالونو ترِ قضا وې نو هغه میاشت اؤ کال یادَول هم ضرورې دې بغیر ددې نه به قضا نه صحیح کیږې۔
نمبر۲۵۔ که چاته ورځ میاشت یا کال یاد نهٔ وې نو داسې نیت دِ کوې۔ چې”زما پهٔ ذمه دَ سحر څومره مونځونه چې دې پهٔ هغې ټولو کښې وړومبې مونځ کوم“ هم دغَسې نیت باندې دِ مونځونه کوې تر دې چې یقین ېٔ وشې چې اوس به ټول قضا مونځونه پوره شوې وې۔
نمبر۲۶۔ سنت، نفل او تراویح مونځونو کښې فقط دومره نیت کافې دې چې ”زهٔ مونځ کوم، که دَ سنت، یا نفل یا تراویح نوم وانخلې هم خیر دې۔ البته احتیاط پهٔ دې کښې دې چې دَ تراویح نیت وکړې۔
قبلې طرف ته مخ کول۔
نمبر۱۔ که څوک پهٔ داسې ځاېٔ کښې وې چې پته نه لګې چې قبله کوم خواه ده، او نه داسې څوک وې چې تپوس ترې نه وکړې، نو پهٔ زړهٔ کښې دِ فکر وکړې، او چې کوم طرفته ورته زړهٔ ګواهې ورکړه هغه طرف ته دِ مخ کړې۔ که بغیر دَ فکر کولو نه یَو طرف ته مخ کړې نو مونځ ېٔ نه کیږې۔ که وروستو دا معلومه شوه چې قبلې ته ېٔ مخ کړې وو، هم چې بې فکره ېٔ کړې وې نو مونځ ېٔ نه کیږې، که هلته څوک وو خو دَ شرم او حیا دَ وجهې نه ېٔ ترِ تپوس ونه کړو او دغه شان ېٔ مونځ وکړو، نو هم صحیح نه دې۔ پهٔ داسې وخت کښې شرم نه دې پکار، او کهٔ دَ قبلې نه معلومیدو پهٔ وخت کښې ېٔ پهٔ جمع مونځ کولو نو امام اؤ مقتدیانو ټولو ته هغې طرف ته مخ کول پکار دې کوم خوا چې دَ دوېٔ پهٔ غالب خیال قبله وې لیکن که دَ مقتدې غالب ګمان دَ اِمام نه بدل وې نو دَ هغه مونځ پهٔ دې اِمام پسې نه کیږې، ځکه چې دَ هغه پهٔ خیال اِمام پهٔ غلطه دې۔ او دَ غلط ګنړلو نه پس ورپسې اقتدا صحیح نه ده۔ معلومه شوه چې دغه طرفته قبله نه وه، هم ېٔ مونځ شوې دې۔
نمبر۲۔ که څوک دَ ښئیلو نه وو،پهٔ خپل خیال فکر ېٔ مونځ وکړو، بیا وروستو معلومه شوه چې دغه طرفته قبله نه وه، هم ېٔ مونځ شوې دې۔
نمبر۳۔ که پهٔ غلط طرف ېٔ مونځ کولو۔ پهٔ مانځه کښې ورته معلومه شوه چې قبله دې طرف ته ده نو پهٔ مانځه کښې دِ هغه طرف ته مخ وُګرزَوې۔ که دَ خبریدو نه پس ېٔ قبلې طرف ته مخ ونه ګرزَولو نو مونځ ېٔ نه کیږې۔
نمبر۴۔ دَ کعبې شریفې دَ کوټې دَننه هم مونځ جائِز دې او مونځ کوونکې ته اختیار دې هر طرف ته چې مخ کوې۔
نمبر۵۔ دَ کعبې شریفې پهٔ کوټه کښې دننه فرض مونځ او نفل مونځ دواړه جائز دې او مونځ کوونکې ته اختیار دې هر طرف ته چې مخ کوې۔
دَ مانځه کولو صحیح طریقه۔
نمبر۱۔ دَ مانځه دَ نیت کولو نه پس دِ اللهُ اکبر وُوائی اؤ دَ اللهُ اکبر دَ وَینا پهٔ وخت دِ سړې دواړه لاسونه دَ غوږونو تر نرمو پورته کړې اؤ ښځې دَ اُوږې تر سره پورې۔ خو لاسونه دِ دَ لوپټې نه بَهرته نه وباسې اؤ بیا دِ ېٔ سړې دَ نامهٔ لاندې او ښځې پهٔ سینه باندې وتړې، دَ ښې لاس تلې دِ دَ ګس لاس پهٔ شا باندې کیږدې۔ اؤ دا دُعا دِ وُوائی۔
”سُبحَانَکَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمدِکَٔ وَتَبَارَکَ اسمُکَٔ وَتَعَالٰی جَدُّکَٔ وَلَا اِلٰهَ غَیرُکَٔ۔“ بیا دِ اَعُوذُ بِالله،بِسمِ الله اؤ اَلحَمدُ تر وَلَا الضَّاؔلِینَ “پورې وُوائی ۔ اؤ د آمین نه پس دِ بسم الله او یو سُورة وُوائی۔ اللهُ اکبر وَینا سره دِ رکوع ته ټیټ شې۔ درې ځله یا پنځه یا اُووه ځله دِ ”سُبحَانَ رَبیَ العَظِیمِ“ وُوائی سړې دِ لاسونه نیغ ساتې چې څنګلې ېٔ دَ بدن نه لرې وې۔ اؤ زنګونونه دِ پهٔ دواړو لاسو کلک وُنیسې۔ دَ لاسونو ګوتې دِ دَ یَو بل سره یو ځاېٔ کړې۔ بیا دِ سَر پورته کړې” سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ “ او ”رَبَّنَا وَ لَکَٔ الحَمدُ“ دِ وُوائی۔ چې ښهٔ نیغ شې ملا ېٔ نیغه شې نو بیا دِ ”اللهُ اکبر“ وُوائی اؤ پهٔ سجده دِ پریوځې۔ پهٔ زمکه دِ ړومبې زنګونونه کیږدې بیا دواړه لاسونه خو ګوتې دِ یَو بل سره یَو ځاېٔ کړې۔ اؤ بیا دِ دَ لاسونو پهٔ مینځ کښې سر کیږدې۔ سړې دِ څنګلې دَ زمکې نه وچتې وساتې۔ اؤ مټې دَ اَړخونو نه جُدا او خیټه دَ پتونونو نه بیرته چې هر اندام ېٔ یَو بل نه جُدا جُدا وې اؤ ښځې دِ څنګلې پهٔ زمکه کیږدې۔ خیټه دِ پتونونو سره او مټې دِ اَړخونو سره وُجنګوې، چې هر اندام ېٔ دَ یو بل سره پیوست وې۔ پهٔ سجده کښې دِ تندې او پوزه دواړه پهٔ زمکه وُلګَوې۔ درې ځله یا پنځه یا اووهٔ ځله دِ ”سُبحَان رَبّیَ الاَعلیٰ“ وُوائی او بیا دِ دَ اَللهُ اَکبَر وُوائی چې ښهٔ پهٔ ارام کښینې نو دوباره اللهُ اکبر وَینا نه پس دَ اَللهُ اکبر وَینا سره دویئم رکعت نه وُدریږې۔ پاسیدو کښې دِ وړومبې سر پورته کړې۔بیا لاسونه،بیا زنګونونه او پهٔ پاسیدو کښې دِ پهٔ زمکه پهٔ لاس تکیه نه لګَوې۔بیا دِ بسم الله، اَلحمدلله،او یو سورة وُوائی۔اؤ هم دغه شان دِ دویئم رکعت وکړې۔ چې دَ دویئم رکعت دَ دویئمې سجدې نه پورته شې نو سړې دِ ښېٔ پښه اودَروې او پهٔ ګسه پښه دِ کښینې اؤ ښځې د دواړه پښې ښې اړخ ته وُباسې۔ او ګس اَړخ دِ پهٔ زمکه ولګوې۔دواړه لاسونه دِ پهٔ پتونونو باندې کیږدې او ګوتې دِ دَ یو بل سره یَو ځاېٔ کړې۔ بیا دِ
اَلتَّحِیَّاتُ لِلهِ وَالصَّلَوات وَالطَّیِبَاتُ السَّلامُ عَلَیکَٔ اَیُّهَاالنَّبِیُّ وَرَحمَةُاللهِ وَبَرَکَاتُه اَلسَّلَامُ عَلَینَا وَعَلٰی عِبَادِللهِ الصَّالِحِین اَشهَدُ اَن لَّا اِلٰهَ اَلَّا اللهُ وَ اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًاعَبدُهُ وَرَسُولُهُ“ وُلولې۔ چې لااِلٰهَ ته اورَسِی نو ښې لاس دِ راغونډ کړې۔ دَ مینځې ګوتې او کَټې نه دِ حَلقه جوړه کړې اؤ شهادته ګوته دِ وچته کړې۔ دَ اِلَّااللهُ وینا پهٔ وخت دِ ېٔ راټیټه کړې اؤ بیا دِ تر سلام ګرځولو پورې دا حلقه همدغه شان وُساتې۔ که مونځ څلور رکعته وې نو ددې نه دِ زیات څهٔ نه وائی”اَللهُ اکبرُ“ دِ وُوائی اؤ دویئم رکعت دِ پورته شې او دوه رکعته دِ نور هم پهٔ دغه طریقه وکړې خو دَ فرض مونځ پهٔ وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ نه پس سورة نه شې وئیلې اؤ دَ سنتو اؤ نفلو پهٔ وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې لکه دَ وړومبو پهٔ شان دَ اَلحَمدُ نه پس به سورة وئیلې شې۔ چې پهٔ څلورم رکعت کښینې التَّحِیَّاتُ وُوائی نو ورپسې دِ دا درود وُوائی
اَللّٰهُمَّ صَّلِ عَلیٰ مُحَمَّدِ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدِ کَمَا صَلَّیتَ عَلیٰ اِبرَاهِیمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبراهِیمَ اِنَّکَٔ حَمِید مَجِید اَللّٰهُمَّ بَارِکٔ عَلیٰ مُحَمَّد وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّد کَمَا بَارَکتَ عَلیٰ اِبرَاهِیمَ وَ عَلَی اٰلِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَٔ حَمِید مَّجِید ۔
اؤ پهٔ درود پسې دِ دا دُعا وُوائی۔ رَبَّنَا اٰتِنَا فِی الدُّنیَا حَسَنَةً وَّ فِی الاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ“یا دِ دا دُعا وُوائی” اَللّٰهُمَّ اغفِرلِی وَلِوَالِدَیَّ وَ لِجَیعِ المُؤُمِنِینَ وَالمُؤُمِنَاتِ وَلمُسلِمِینَ وَالمُسلِمَات الاَحیَأُ مِنهُم وَالاَموَاتِ اِنَّکَٔ مُجِیبُ الدَّعواَتِ یَارَافِعُ الدَّرَجَاتِ وَ یَاقَاضِیَالحَاجَاتِ بِرَحمَتِکَٔ یَا اَرحَمَ الرَّاحِمِینَ ۔
یابله داسې دُعا چې پهٔ قُران یا حدیث کښې راغلې وې۔ بیا دِ ښِې طرف ته سلام وګرزوې اَلسَّلَامُ عَلَیکُم وَرَحمَةُ اللهِ بیا ګسا طرف ته هم دغه شان پهٔ سلام ګرزَوُلو کښې دِ دَ هغې طرف مونځګذارو اَؤ فرښتو نیت وُکړې۔دا دَ مانځه کولو پوره طریقه ده خو پهٔ دې کښې ځنې څیزونه فرض دې که پهٔ هغو کښې یَو شې هم پاتې شې نو مونځ نه کیږې۔ پهٔ هیره پاتې شې که پهٔ قصد دَ دواړو یو حکم دې۔ او بعضې څیزونه واجب دې، هغه که پهٔ قصد پریښوې شې،نو مونځ به ېٔ نیمګړې او خراب شې دوباره کول ېٔ ضرورې دې که دوباره ېٔ ونکړې نو هم فرض به ېٔ وُشې خو ګناه ده۔ اؤ که پهٔ هیره پاتې وې نو پهٔ سجدهٔ سهو کولو باندې به ېٔ مونځ پوره شې اؤ بعضې کارونه سنت او مستحب دې۔ ددې په پاتې کیدو مونځ نه خرابیږې خو دَ کؤلو ېٔ ډیر ثواب دې۔
نمبر۲۔ پهٔ مانځه کښې اُوَوهٔ کارونه فرض دې۔(۱) دَ نیت تړلو پهٔ وخت ”اللهُ اَکبَر“ وئیل
(۲)قیام یعنې وُدریدل۔(۳) دَ قُران یَو سورة یا څو ایتونه۔(۴)رکوع کول۔(۵)دوه سجدې کول۔(۶) پهٔ اخر کښې دومره کښیناستل چې اَلتَّحِیَّاتُ ورکښې وئیلې شې۔(۷) پهٔ خپل اختیار مونځ ختمول ۔
نمبر۳۔ پهٔ مانځه کښې دا نههٔ کارونه واجب دې(۱) پهٔ قیام کښې دَ اَلحَمدُ وَینا(۲) پهٔ اَلحَمدُ پسې دَ یو سورة یا څو ایتونو وینا(۳) پهٔ څلور رکعته فرض مونځ کښې پهٔ ړومبنو دوؤ کښې سورة وئیل(۴) هر فرض پخپله خپله موقع ادا کول،ړومبې اَلحَمدُ بیا سورة بیا رکوع بیا سجده او بیا کیناستل دَ تشهد دَ پاره(۵)پهٔ دویئم رکعت کیناستل (۶) پهٔ دواړه ځله ناستې کښې التَّحِیّاتُ وئیل(۷) دَ السَّلام علیکم پهٔ لفظ سره سلام ګرزَول(۸) دَوِترو پهٔ دریئم رکعت کښې دعاېٔ قنوت لوستل(۹) ټول اَرکان پهٔ ارام سره کول جلدې نهٔ کول۔
نمبر۴۔ ددې کارونو نه علاوه باقې ټول کارونه سُنت یا مستحب دې۔
نمبر۵۔ که چا پهٔ مانځه کښې اَلحَمدُ وُنه وې اؤ بل څه ایات یا سورة ېٔ اُووې یا ېٔ فقط الحمد ووې او سورة یا نور ایتونه ېٔ ورسره وُنه وې یا پهٔ دویئم رکعت دَ کښیناستو نه بغیر دریئم رکعت ته ودریدو یا پهٔ دویئم رکعت کښیناستو خو اَلتَّحیات ېٔ ونهٔ وې۔ پهٔ دې ټولو صورتونو کښې مونځ خوبه ېٔ وشې خو نیمګړې اؤ خراب دوباره کول ېٔ ضرورې دې که دوباره ېٔ ونکړو نو ګناه ده۔ البته که پهٔ هیره ېٔ داسې کړې وې نو پهٔ سجدهٔ سهو به ېٔ مونځ پوره شې۔
نمبر۶۔ که دَ مانځه پهٔ اخر کښې ېٔ دَ سلام پهٔ موقع السَّلام علیکم وُنه وې بلکه دَ چا سره ېٔ خبرې وکړې یا پاسیدو روان شو یا ېٔ بل څه داسې کار وُکړو چې مونځ ماتیږې نو دَ هغې هم دا حکم دې چې مونځ ېٔ وشو خو نیمګړې دوباره کول ېٔ ضرورې دې۔
نمبر۷۔ که ړومبې ېٔ سورة اُووې اؤ بیا ېٔ الحمدُ اُووې نو هم به مونځ دوباره کوې۔اؤ که پهٔ هیره ېٔ داسې کړې وې نو سجدهٔ سهَو به کوې۔
نمبر۸۔ دَ الحمد نه پس کم نه کم درې ایتونه لوستل پکار دې۔ که یَو یا دوه ایتونه ېٔ وُوې خو چې دومره لوېٔ وې چې دَ وړو دریؤ ایتونو برابر وې نو هم خیر دې۔
نمبر۹۔ که دَ رکوع نه پس سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ رَبَّنَا وَ لَکَٔ الحَمد “ یا پهٔ رکوع کښې سُبحَانَ رَبیَ العَظِیم“ یا سجده کښې ” سُبحَان ربِیَ الاَعلیٰ وُنه وې یا ېٔ پهٔ اخره قعده کښې دَ تشهد نه پس درود شریف وُنه وې نو مونځ ېٔ وشو خو دَ مسنونې طریقې نه خلاف دې۔ همدغه شان که درود نه پس دُعا وُنه لولې هم مونځ ېٔ کیږې خو دَ سنت نه خلاف دې۔
نمبر۱۰۔ دَ نیت تړلو پهٔ وخت کښې لاس اُچتَول تر غوږونو یا تر اُوږو سُنت دې۔ که لاس اُوچت نه کړې هم مونځ کیږې خو دَ سُنت نه خلاف دې۔
نمبر۱۱۔ پهٔ هر رَکعت کښې دَ اَلحَمدُ نه مخکښې بِسمِ الله وئیل او چې ورسره سورة وائی دَ هغې نه مخکښې بِسمِ الله وئیل سُنت دې۔
نمبر۱۲۔ که پهٔ سجدهٔ کښې تندې اؤ پوزه دواړه پهٔ زمکه ؤنه لَګوې نو که صرف تندې وُلګوې خو مونځ کیږې۔ اؤ که صرف پوزه وُلګوې تندې وُنه لګَوې نو مونځ ېٔ نه کیږې۔ البته که څهٔ مجبورې ېٔ وې نو خیر دې۔
نمبر۱۳۔ که دَ رکوع نه پس نیغ ونهٔ دریدو لږ غوندې ېٔ سر وچت کړو او سجدې ته لاړو ملا ېٔ نیغه کړې نه وه۔ نو مونځ به دوباره کوې۔
نمبر۱۴۔ که دَ دواړو سجدو مینځ کښې ښهٔ پوره ناست نه وو چې بلې سجدې ته لاړو نو که ایله سر ېٔ پورته کړې وې خو مونځ نه کیږې ځکه چې دا یَوه سجده ده دوه نه دې۔ او که دومره ېٔ سر پورته کړې وې چې ناستې ته نزدې وو نو مونځ ېٔ کیږې خو نیمګړې دوباره کول ضرورې دې۔
نمبر۱۵۔ که پهٔ وَښو یا مالوچو پهٔ ګدېٔ مونځ کوې نو پهٔ سجده کښې دِ سَر ته ښه زور ورکوې،چې ښهٔ دَباؤ شې، او سَر ورباندې ځاېٔ ونیسې چې دَ هغې نه نور نه دباویږې۔ که سَرسرې سجدهٔ ېٔ وکړه زور ېٔ ورنکړو نو مونځ ېٔ نه کیږې۔
نمبر۱۶۔ دَ فرض مونځ پهٔ وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې که چا سورة هم وُوې نو څه نقصان ېٔ نشته۔
نمبر۱۷۔ که دَ فرضو په وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې څوک اَلحَمدُ وُنهٔ وائی درې ځله سُبحَانَ الله اووائی نو خیر دې خو اَلحَمدُ وینا ښه ده او که هیڅ هم وُنه وائی غلې وُدریږې نو هم څهٔ نقصان ېٔ نشته مونځ ېٔ کیږې۔
نمبر۱۸۔ پهٔ وړومبو دوه ؤ رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ سره سورة یو ځاېٔ کول واجب دې۔ که څوک پهٔ وړومبو رکعتونو کښې اَلحَمدُ وُوائی اؤ سورة ورسره وُنه وائی یا اَلحَمدُ وُنه وائی صرف سُبحَان الله وُوائی نو اوس دِ پهٔ وروستو دوؤ کښې اَلحَمدُ اؤ سورة وُوائی که دا ېٔ پهٔ قصد کړې وې نو مونځ دِ دوباره وکړې اؤ که پهٔ هیره ېٔ کړې وې نو سجدهٔ سهَو دِ وُکړې۔
نمبر۱۹۔ پهٔ مانځه کښې اَلحَمدُ اَؤ سورة اؤ نور ټول څیزونه دِ پټ پټ وائی۔ لیکن دومره چې پخپله خپل اواز اورې۔ که خپل اواز پخپله هم نه اؤرې۔ خله پرِ نه خوزوې تش پهٔ زړهٔ کښې ېٔ تیرَوې نو مونځ ېٔ نه کیږې۔
نمبر۲۰۔ دَ مانځه دَ پاره دِ خاص سورة نه مقررَوې۔ چې کوم سورة ورته مخې ته راشې هغه دِ وائی، سورة مقرر کول مکروه دې۔
نمبر۲۱۔ پهٔ دویئم رکعت کښې دَ اول نه اُږد سورة نه دې پکار۔
نمبر۲۲۔ ښځې دِ مونځ ځان ځان ته کوې۔ پهٔ جمع دِ ېٔ نه کوې۔ او دَ جمع دَ پاره جماعت ته تلل اؤ دَ سړو سره پهٔ جمع مونځ کول هم ښه نه دې۔ البته که دَ ښځې خپل خاوند یا نور داسې سړو سره چې پړده ېٔ ترِ نه وې پهٔ جمع مونځ کوې نو خیر دې خو دې خو دَ سړو سره دِ پهٔ صف کښې برابر نه ودریږې۔ روستو دِ وُدریږې۔ که داسې وُنه کړې نو دَ ښځو او هغې سړو ټولو مونځ به خراب شې۔
نمبر۲۳۔ که پهٔ مانځه کښې دَ چا اؤدس مات شې نو اودس دِ وکړې اؤ بیا دِ دَ سره مونځ شروع کړې۔
نمبر۲۴۔ مستحب داده چې دَ ولاړې پهٔ وَخت دِ نظر دَ سجدې پهٔ ځاېٔ ساتې او دَ رکوع پهٔ وخت کښې پهٔ پښو، او دَ سجدې پهٔ وخت کښې پهٔ پوزه اؤ دَ سلام ګرزَولو پهٔ وخت پهٔ دواړو اُوږو باندې که اَرږَمې ورته ورشې نو خُلې ته دِ لاس ونیسې چې څومره کیدې شې ټوخې دِ بنده وې۔ که نه بندیږې نو څه حرج ېٔ نشته ۔
قران لوستل۔
نمبر۱۔ قران لوستل فرض دې چې هر حرف صحیح صحیح ولوستې شې۔ دَ همزهؔ او عؔ فرق دَ حؔ او هؔ فرق د ظؔ،ذؔ،زؔ،ضؔ،فرق پوره پوره څرګند شې او هر حرف خپل ځاېٔ ته وُرسولې شې۔
نمبر۲۔ که څوک ځنې حرفونه پوره نه شې ادا کولې۔ لکه دَ حؔ،خؔ،یا د حؔ هؔ فرق نه شې څرګندَولې نو دَ صحیح لوستو مشق ورته پکار دې که پهٔ صحیح لوستو باندې محنت نه کوې نو ګنهګار دې۔ اؤ یَو مونځ بهٔ ېٔ نه صحیح کیږې که سره دَ محنت نه ېٔ هم نشې ادا کولې نو بیا معذور دې۔
نمبر۳۔ که څوک حروف پوره پوره ادا کولې شې خو بې پروائی سره ېٔ وائی، او دَ حرفونو فرق نه څرګندوې نو ګنهګار دې او مونځ نه صحیح کیږې۔
نمبر۴۔ کوم سورة چې ېٔ ړومبې رکعت کښې وئیلې وې که هم هغه پهٔ دوئیم رکعت کښې وُوائی نو څه حرج ېٔ نشته ۔ لیکن بې ضرورته داسې کول ښهٔ نه دې ښه داده چې هر رکعت کښې بیل بیل سورة ووئیلې شې۔
نمبر۵۔ څنګه چې پهٔ کلام مجید کښې سورتُونه لیکلې شوې دې هم پهٔ هغه ترتیب باندې ېٔ پهٔ مانځه کښې هم وئیل پکار دې چې پهٔ وړومبې رکعت کښې قُل یَاؔایُّهَا الکٰفِرُونَ وُوائی اؤ پهٔ دویئم کښې اِذا جَاؔ َٕ نَصرُاللهِ یا بل ددې نه ورستنې سورة وئیل پکار دې۔ او اَلم تَرَکَیفَ یا لِاِیلٰفِ قُرَیش وئیل نه دې پکار۔ پهٔ قصد داسې کول مکروه دې ۔ که په هیره وُشې نو خیر دې۔
نمبر۶۔ چې کوم سورة شروع کړې نو بې دَ وجهې نه هغه پریښول اؤ بل شروع کول مکروه دې۔
نمبر۷۔ که چاته دَ مانځه سبق نه ورځې یا نوې نوې مُسلمان شوې وې نو هغه که پهٔ ټول مانځه کښې صرف سُبحان الله وائی نو هم مونځ ېٔ کیږې۔خو دَ مانځه سبق ورته یادَول ضرورې دې۔ که بې وجهې ورکښې سستې کوې نو ګنهګار به وې۔
هغه کارونه چې مونځ پرِ ماتیږې۔
نمبر۱۔ پهٔ مانځه کښې خبرو کولو سره مونځ ماتیږې پهٔ هیره او که په قصد۔
نمبر۲۔ پهٔ مانځه کښې آه یا اوه یا اُف یا هاېٔ کول یا پهٔ زوره ژړلو سره مونځ ماتیږې۔ البته که دَ جنت یا دوزخ پهٔ یادیدلو ېٔ زړهٔ راډک شې او دَ خُلې نه ېٔ څه اواز وُوځې نو خیر دې۔
نمبر۳۔ بې ضرورته ټوخې کولو او غاړه تازه کولو سره چې اواز ترینه پیدا شې مونځ ماتیږې۔ البته که څه مجبورې وې لکه دَ قارې اواز بند شې یا نور داسې نو خیر دې۔
نمبر۴۔ چاچې پهٔ مانځه کښې اینږې وُکړو اؤ الحمدلِله ېٔ وُوې نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ اؤ که بل چا اینږې وکړو اؤ پهٔ مانځه کښې ورته بل یَرحَمُکَٔ اللهُ اُووې نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۵۔ پهٔ مانځه کښې قران شریف ته کتلو او تلاوت کولو باندې مونځ ماتیږې۔
نمبر۶۔ که پهٔ مانځه کښې دومره تاؤ شو چې سینه ېٔ دَ قبلې نه واؤړیده مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۷۔ دَ چا دَ سلام پهٔ جواب کښې ېٔ که وَعلیکم السَّلام او وې، مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۸۔ که چا سړې یا ښځې پهٔ مانځه کښې دَ خپلو ویښتو نه کونڅېٔ جوړه کړه نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۹۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ څهٔ وخوړل یا وُڅښل نو مونځ ېٔ مات شو که دَ یَوې کونځلې هومره وې هم۔ البته که پهٔ غاښونو کښې انښتې نیله ېٔ تیره کړه نو که دَ چنړې هومره یا زیاته وې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۰۔ که پهٔ خولهٔ کښې ېٔ پان ایښې وې اؤ دَ هغې توکانړې ېٔ تیریږې مونځ نه کیږې۔
نمبر۱۱۔ که چا خوږ شې خوړلې وې۔ خُله کنګاله کړې اؤ پهٔ مانځه وُدریږې لیکن پهٔ خُله کښې خوند وې چې دَ تُوکانړو سره تیریږې نو مونځ ېٔ صحیح دې۔
نمبر۱۲۔ که پهٔ مانځه کښې چا دَ خوشحالېٔ پهٔ خبر اَلحمدلله یا دَ غم پهٔ ځاېٔ اِنَّالِله وَاِنَّا اِلَیهِ رَاجِعُونَ اُووې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۳۔ که وړوکې پریوتو، مور ېٔ پهٔ مانځه کښې بِسمِ الله اُووې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۴۔ که پهٔ مانځه کښې وړوکې دَ مور نه پَېٔ وُڅښل نو مونځ ېٔ مات، البته که پَېٔ ترِ راوُتې نه وې هسې ېٔ پرِ خُله وَهَلې وې، نو خیر دې۔
نمبر۱۵۔ دَ اللهُ اکبر پهٔ ځاېٔ که چا الف اُوږد کړو۔ آللهُ اکبر ېٔ وُوې، یا اَللهُ اکبر ېٔ وُوې یا ېٔ اَلله اَکبار ووې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۶۔ که مخامخ پهٔ کتاب یا خط باندې ېٔ نظر پریوتو ، پهٔ زړهٔ کښې ېٔ پهٔ مطلب پوه شو خو پهٔ ژبه ېٔ لوستې نه وې۔ نو مونځ نه ماتیږې که پهٔ ژبه ېٔ ولوستو نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۷۔ که دَ مونځ ګُذار پهٔ مخکښې څوک سړې یا سپې پیشو یا بل څه ځناور تیر شې، پهٔ دې مونځ نه ماتیږې لیکن مخکښې تیریدونې بنیادم ګنهګاریږې۔ ددې وجهې نه داسې ځاېٔ کښې مونځ کول پکار نه دې چې وړاندې ترِ څوک تیریږې۔ یا پهٔ ګرزیدو راګرزیدو کښې چاته تکلیف جوړیږې۔ که داسې محفوظ ځاېٔ نه وې نو مخې ته دِ څه لرګې وُدرَوې۔ چې یَو لاس اُوږد او یَو ګوته غټ وې۔ لرګې ته دِ بلکل مخامخ نه وُدریږې۔ داسې دِ وُدریږې چې لرګې ښېٔ سترګې ته راشې۔ که لرګې نه وې، نو بل څه شې لکه کُرسې یا میز یا بل څه دِ مخې ته کیږدې که بیا څوک تیریږې نو څه نقصان نشته۔
نمبر۱۸۔ که څه ضرورت دَ پاره پهٔ مانځه کښې یَو قدم وړاندې یا وروستو لاړ شې خو چې سینه ېٔ قبلې نه ګرزیدلې نه وې نو څه نقصان ېٔ نشته۔ لیکن که دَ سجدې دَ ځاېٔ نه وړاندې تیر شو نو مونځ به ېٔ مات شې۔
نمبر۱۹۔ دَ مانځه پهٔ حالت کښې دَ اِمام نه علاوه بل چاته لقمه ورکول یعنې دَ قران مجید غلطې ورته ښیئل مونځ ماته وې۔(دَ لقمې ورکولو مسٔله کښې دَ علماؤ ډیر اختلاف دې۔ مونږ دلته یؤ څو ضرورې مسٔلې ذکر کوو)۔
نمبر۲۰۔ صحیح داده چې مقتدې که خپل امام ته ورکړې نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ امام ضرورې قرأت پوره کړې وې او که نه۔ دَ ضرورې نه مطلب ۔۔۔۔۔۔ هومره تلاوت دې څومره چې پهٔ یٔو رکعت کښې مسنون وې۔ پهٔ داسې صورت کښې ښه داده چې اِمام رکوع ته لاړ شې دَ لقمې انتظار دِ نه کوې۔
نمبر۲۱۔ اِمام که پهٔ قدر دَ ضرورت تلاوت کړې وې نو پکار ده چې رکوع ته لاړ شې۔ مقتدې دِ پهٔ لقمه ورکولو مجبوروې نه۔ اؤ مقتدیانو ته پکار دې چې څو پورې سخت ضرورت نه وې امام ته دِ لقمه نه ورکوې۔ سخت ضرورت نه مطلب دادې چې امام پهٔ قرأت کښې څه غلطې وکړې اؤ مخکښې روان شې۔ یا رکوع ته نه ځې ، خاموش ودریږې۔ دَ لقمې انتظار کوې اؤ که بغیر د داسې ضرورت نه لقمه ورکړې هم پرِ نه ماتیږې۔۔۔۔ بلا ضرورته لقمه ورکول مکروه دې۔
نمبر۲۲۔ که څوک مونځ ګُذار ته لقمه ورکړې اؤ هغه لقمه ورکوونکې دَ هغه مقتدې نه وې، نو هغه هم پهٔ مانځه کښې وې، اؤ که مونځ نه کوې(خو چې ددهٔ مقتدې نه وې) که دغسې سړې لقمه واخسته نو مونځ ېٔ مات شو که خپله ورته رایاد شو، دې لقمې سره یاد دې لقمې نه مخکښې پهٔ خپل اعتماد باندې ېٔ وُوې اؤ دَ لقمې دَخل ورکښې نه وو نو مونځ نه ماتیږې۔
نمبر۲۳۔ که څوک مونځ ګُذار دَ خپل امام نه علاوه بل چاته لقمه ورکړې هغه هم پهٔ مانځه کښې وې اؤ که نه ددې لقمه ورکوونکې مونځ به مات شې۔
نمبر۲۴۔ مقتدې که دَ بل چا پهٔ وینا دَ قران شریف نه پهٔ کتو امام ته لقمه ورکړه نو دده مونځ به مات شې او که امام واخسته نو دَ هغه مونځ به هم مات شې او که مقتدې ته پهٔ قران کښې کتلو یا دَ بل نه پهٔ اوریدلو خپله رایاد شو او بیا ېٔ دَ خپلو یادو پهٔ اعتماد لقمه ورکړه نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔
نمبر۲۵۔ همدَغسې که چا مونځ ګذار دَ قران مجید نه پهٔ کتلو یَو ایت وُلوستو، مونځ به ېٔ مات شې، او که دا ایت ورته دَ مخکښې نه یاد وو بیا ېٔ دَ قران شریف نه په کتلو سره وُلوستو نو مونځ ېٔ نه ماتیږې، یا ېٔ دَ یؤ ایت نه کم ولوستو نو هم نهٔ ماتیږې۔
نمبر۲۶۔ ښځه که دَ سړې سره پهٔ مانځه کښې خوا کښې داسې وُدریږې چې دَ هغې یؤ یؤ اندام دَ سړې دَ اندام سره سر پهٔ سر شې تر دې پورې که دَ ښځې سر پهٔ سجده کښې دَ سړې دَ پښو سره برابر شې نو هم به دَ سړې مونځ مات شې، که دا شرطونه ورکښې موندې شې۔(۱) چې ښځه بالغه وې،ځوانه وې که بوډیٔ، یا نابالغه وې خو دَ جماع قابله وې۔ که ډیره وړه نابالغه چا سره وُدریږې نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ (۲) چې دواړه پهٔ مانځه کښې وې که یؤ مونځ کوې اؤ بل نه کوې نو بیا خیر دې۔(۳) چې پهٔ مینځ کښې څهٔ پړده نه وې، که پهٔ مینځ کښې پرده وې یا دومره فاصله وې چې یو سړې پکښې وُدریدې شې نو بیا نه ماتیږې۔ (۴) چې پهٔ دې ښځه کښې دَ مانځه دَ صحت شرطونه موندې شې۔ که دا ښځه لیونیٔ وې یا دَ حیض او نفاس حالت کښې وې نو دَ هغې مونځ خپله صحیح نه دې۔ داداسې شوه لکه چې دَ مانځه نه بهر وې۔
(۵) مونځ دَ جنازې نه وې، ولې چې دَ جنازې پهٔ مانځه کښې سره وُدریدلو باندې مونځ نه ماتیږې۔
(۶) سَرَه وُدریدل ېٔ دَ یَو رکن برابر وخت وې ددې نه کم باندې مونځ نه ماتیږې۔ لکه دومره ساعت وُدریږې چې رکوع یا سجده ورکښې نه شې کیدې۔
(۷) دَ دواړو تکبیرِ تحریمه یو وې۔ دا ښځه ددې سړې مقتدې وې۔ یا دواړه دَ یَو بل سړې مقتدیان وې۔
(۸) امام ددې ښځې دَ مقتدې کیدو نیت کړې وې۔ دَ اول نه یا کله چې ورسره هغه شریکه شوې وې۔ که امام ېٔ نیت نه وې کړې نو بیا دَ هغې مونځ صحیح نه دې او دَ سړې نه ماتیږې۔
نمبر۲۷۔ که امام بې اودسه شې او دَ خلیفه نیولو نه بغیر دَ جماعت نه وُوځې نو دَ مقتدیانو ټولو مونځ مات شو۔
نمبر۲۸۔ که امام دَ بې اودسه کیدو نه پس داسې سړې دَ ځان خلیفه کړو چې هغه کښې دَ امامتیٔ اهلیت نه وې، لکه مجنون یا وړوکې یا ښځه، نو دَ ټولو مقتدیانو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۲۹۔ دَ کتاب پهٔ اخر کښې پهٔ ص۳۰۹ وُګوریٔ۔
نمبر۳۰۔ که څوک بنیادم دَ مونځ ګُذار مخکښې تیریږې نو دَ مانځه پهٔ حالت کښې دَ هغه منع کول جائز دې۔ که دې منع کولو کښې دَ ډیر حرکت ضرورت نه وې۔ او که ډیر حرکت ترې نه وُشو نو مونځ به ېٔ مات شې۔
کوم څیزونه چې پهٔ مانځه کښې مکروه او منع دې۔
نمبر۱۔ مکروه هغه څیزونه دې چې مونځ پرِ نه ماتیږې خو ثواب ېٔ کم وې۔
نمبر۲۔ دَ جامو یا کالو سره لوبې کول یا شګې اَړول را اړَوَل مکروه دې۔ البته که سجده نه شې لګیدې نو یَو ځل دوه شګې سَموَل خیر دې۔
نمبر۳۔ پهٔ مانځه کښې دَ ګوتو نه ټکونه ویستل، یا پهٔ تشې لاس کیښول یا اخوا دیخوا مخ اړَول مکروه دې۔ دَ سترګو پهٔ ګُټ کښې کتل چې څټ ېٔ نه وې اَړَولې مکروه نه دې۔ خو بې ضرورته ېٔ کول ښه هم نه دې۔
نمبر۴۔ پهٔ مانځه کښې سر پهٔ پښو کښیناستل یا پرلتې وهل یا دَ سپې پهٔ شان کښیناستل مکروه دې۔ البته که دَ څه دَ وجهې نه پهٔ صحیح طریقه نشې کښیناستلې نو چې څنګه کښیناستې شې هَغسې دِ کښینې څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۵۔ دَ سلام پهٔ جواب کښې لاس پورته کول یا سَر خوزَول مکروه دې۔او که جواب ورکړې نو مونځ به مات شې۔
نمبر۶۔ پهٔ مانځه کښې جامې راغونډَول چې دَ خاؤرو نه بچ شې، مکروه دې۔
نمبر۷۔ پهٔ داسې ځاېٔ کښې مونځ کول مکروه دې چرته چې دا خطره وې چې څوک به ېٔ وخندَوې یا به مې خیال بدل شې او مانځه کښې به غلطې وُکړم۔
نمبر۸۔ که مخامخ څوک ناست وې خبرې کوې یا بل څه کار کوې نو دَ هغې شاته مونځ کول مکروه نه دې۔ او مخامخ ورته مونځ کول مکروه دې ۔ یا که دَ مانځه نه هغې ناستو خلقو ته څه تکلیف وې یا دومره پهٔ زوره خبرې کوې چې دې پهٔ مانځه کښې خطا کیږې۔نو داسې ځاېٔ کښې مونځ کول مکروه دې۔
نمبر۹۔ که مونځ ګُذار ته مخامخ تُوره یا قُران شریف اویزان وې نو څه نقصان ېٔ نشته۔
نمبر۱۰۔ که په فرش یا څادر باندې تصویرونه وې نو پهٔ هغې مونځ کیږې خو پهٔ تصویر دې سجده نه لګوې۔ لیکن دَ تصویر والا مُصلّٰی ساتل او پهٔ کور کښې تصویرونه ساتل سخته ګُناه ده۔
نمبر۱۱۔ که دَ سر دَ پاسه پهٔ چت یا موړه باندِې تصویرونه وې۔ یا مخامخ یا ښې یا ګس طرف ته اویزان وې۔ پهٔ داسې حالت کښې مونځ مکروه دې۔ او که دَ پښو دَ لاندې وې نو خیر دې یا که تصویرونه دومره واړهٔ وې چې پهٔ زمکه ېٔ کیدې نو پهٔ ولاړه نه ښکارې یا ترِ سر پریکړې یا وران شوې وې۔ پهٔ داسې حالت کښې مونځ کیږې۔ تصویرونه هر طرف ته چې اویزان وې۔
نمبر۱۲۔ دَ وُنو یا کورونو یا بل څه بې ساه څیزونو نقشې خیر دې۔
نمبر۱۳۔ پهٔ مانځه کښې دَ ایتونو یا بل څه شمار پهٔ ګوتو مکروه دې۔ البته که دَ شمار یا دَ ساتلو دَ پاره ګوتې ته زور ورکړې نو څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۱۴۔ دویئم رکعت دَ وړومبې نه زیات اُوږدَول مکروه دې۔
نمبر۱۵۔ پهٔ مانځه کښې سورة همیشه دَ پاره داسې مقرر کول چې بې له هغې نه بل سورة هیچرې هم نه وائی، مکروه دې۔
نمبر۱۶۔ پهٔ مانځه کښې اُوږو باندې رومال یا څادر اویزاندول مکروه دې۔
نمبر۱۷۔ پهٔ ډیرو خیرنو خیچنو جامو کښې مونځ کول مکروه دې۔ البته که نورې صفا جامېٔ نه لرې نو خیر دې۔
نمبر۱۸۔ پهٔ مانځه کښې پیسه یا کُنجکه یا بل څه ساتل مکروه دې او که ددې څیز پهٔ وجه تلاوت نشې کولې نو مونځ به ېٔ مات شې۔
نمبر۱۹۔ چې دَ بولو متیازو ورته سخت ضرورت وې داسې وخت کښې مونځ مکروه دې۔
نمبر۲۰۔ چې ډیر اوږې وې اؤ خوراک تیار وې نو وړومبې دِ خوراک وخورې بیا دِ مونځ کوې ړومبې مونځ کول مکروه دې۔ البته چې وخت لږ وې او مونځ قضا کیږې نو ړومبې دِ مونځ وُکړې۔
نمبر۲۱۔ پهٔ پټو سترګو مونځ ښه نه دې خوکه پهٔ پټو سترګو ېٔ زړهٔ ښه لګې پهٔ مانځه کښې نو داسې وخت کښې څه نقصان هم نشته ۔
نمبر۲۲۔ بې ضرورته پهٔ مانځه کښې تُوکل اؤ پوزه پاکول مکروه دې۔ دَ ضرورت پهٔ وخت کښې خیر دې۔ لکه دَ ټوخې سره که بلغم راغلو نو پهٔ کپړه کښې دِ ېٔ وتوکې او ودِې مږې۔ یا دِ ېٔ ګس طرف ته وتوکې۔ ښې طرف یا قبلې ته مخامخ دِ نه تُوکې۔
نمبر۲۳۔ که پهٔ مانځه کښې کټمل وچیچلو نو نیول او غورزَول ېٔ پکار دې پهٔ مانځه کښې ېٔ مړ کول ښه نه دې۔ او که چیچلې ېٔ نه وې نو نیسې دِ ېٔ هم نه۔
نمبر۲۴۔ پهٔ فرض مانځه کښې بې ضرورته دیوال یا بل څه ته تکیه لګَول مکروه دې پهٔ نفلو کښې خیر دې۔
نمبر۲۵۔ که دَ سورة څو حرفونه پاتې وې۔چې زر رکوع ته ټیټ شې او هغه حرفونه پهٔ رکوع کښې پوره کړې نو مونځ ېٔ مکروه شو۔
نمبر۲۶۔ که دَ سجدې ځاېٔ دَ ولاړې دَ ځاېٔ نه وچت وې که دَ یَو لیشت نه زیات وې نو مونځ نه کیږې۔ او که یؤ لیشت یا کم وې نو خیر دې۔ خو بې ضرورته مکروه دې۔
پهٔ کوم وخت کښې مونځ ماتَؤل جَائِز دِی۔
نمبر۱۔ که څوک دَ ګاډې نه کوز شوې وې پهٔ سټیشن مونځ کوې پهٔ ګاډې کښې ېٔ بال بچ سوارهٔ وې۔ یا سامان پروت وې۔ دې مونځ کوې او ګاډې روان شې نو مونځ ماتَول جائز دې۔
نمبر۲۔ که مخامخ مار روان وې دَ هغې نه ځان ساتلو دَ پاره مونځ ماتَولې شې۔
نمبر۳۔ دَ چرګو کوټنړېٔ لرې پاتې وَه،سپې، پیشو، هغې طرف ته لاړو وَیره وه چې وُبه ېٔ خورې نو مونځ ماتَول جائز دې۔
نمبر۴۔ پهٔ مانځه ولار وو چې چاېٔ پیزار پورته کړو دا ویره وه چې که مونځ پوره کوې نو غل به وتښتې مونځ ماتول جائز دې۔
نمبر۵۔ که کټوې پهٔ اور پرته وَه۔ پهٔ جوش راغله اؤ توئیدله نو مونځ ورته ماتَولې شې۔ غرض دا چې کله دَ داسې څیز دَ ضائع کیدو خطره وې ۔ چې دَ هغې قیمت یَو درهم یعنې څلور انې جوړیږې نو مونځ ماتول جائز دې۔
نمبر۶۔ که مانځه کښې بولو متیازو زور ورکړو۔ نو پکار ده چې مونځ مات کړې۔ او دَ ضرورت نه ځان وزګار کړې۔
نمبر۷۔ که څوک ړوند روان وې۔ مخکښې ېٔ پهٔ کوهې کښې د پریوتو خطره وې نو مونځ ماتول فرض دې۔ که مات نکړې اؤ هغه پهٔ کوهې کښې پریوزې نو دې ګنهګار دې۔
نمبر۸۔ که دَ چا وړوکې پهٔ جامو اور لګیدلې وې سوزې نو مونځ ماتول فرض دې۔
نمبر۹۔ مور،پلار،نیا،نیکونه، د څه خاص ضرورت دَ پاره ورته اواز وکړې نو فرض مونځ ماتَول فرض دې۔ لکه مور یا پلار ېٔ ناجوړه وې۔ پهٔ څه کار پسې پاسې نو پریوځې او دَ وچتَولو ې بل څوک نه وې نو مونځ دِ مات کړې اؤ هغه دِ راوچت کړې۔ او که بل څوک وې نو بې ضرورته دِ ېٔ نه ماتَوې۔
نمبر۱۰۔ که پریوتې نه وې خو دَ پریوتو خطره ېٔ وې او امداد دَ پاره اواز وکړې نو هم ماتَول فرض دې۔
نمبر۱۱۔ اؤ که دَ داسې خاص ضرورت دَ پاره ېٔ اواز نه وې کړې هسې څه خبرې دَ پاره ې کړې وې۔ نو فرض مونځ ماتول جائز نه دې۔
نمبر۱۲۔ که نفل یا سنت مونځ کوې۔ اؤ مور پلار یا نیکهٔ ورته اواز وکړو۔ خو هغویٔ ته دا معلومه نه وه، چې دې مونځ کوې۔ نو مونځ ماتول او هغوېٔ ته جواب ورکول واجب دې۔ دَ څه تکلیف پهٔ وجه ېٔ اواز کړې وې او که هسې ېٔ کړې وې دَ دواړو یَو حکم دې۔ که مونځ ېٔ مات نه کړو او جواب ې ورنکړو۔ نو ګنهګار به شې۔ او که هغوې خبر وے چې مونځ کوې نو که دَ ضرورت دَ پاره ورته اواز کوې مونځ دِ مات کړې ۔ او که څه خاص ضرورت ېٔ نه وې نه دې ماتَوې۔
دَ وِترو مونځ۔
نمبر۱۔ وتر واجب دې۔ دَ واجبو درجه فرضوته نِزدې ده۔ قضا کول ېٔ سخته ګناه ده۔ که قضا شې نو چې کله موقع بیا مومې ادا کول ېٔ پکار دې۔
نمبر۲۔ دَ وِترو درې رکعته دې۔ پهٔ دویئم رکعت چې کښینی۔ التَحِیَّاتُ نه پس دِ درود نه وائی دریئم رکعت ته دِ وُدریږې۔ او چې الحمد او سورة وُوائی نو اَللهُ اکبر سره دِ لاس تر غوږو یا اُوږو پورته کړې۔ بیا دِ لاس وُتړې۔ اؤ دعاېٔ قنوت دِ اُووائی بیا دِ رکوع اؤ سجده وُکړې پهٔ دریئم رکعت دِ کښینې۔ اَلتَحیَّاتُ، درود او دُعا دِ وُوائی او سالام دِ وُګرزَوې۔
نمبر۳۔ دُعاېٔ قنوت داده۔
اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَستَعِینُکَٔ وَ نَستَغفِرُکَٔ وَ نُؤمِنُ بِکَٔ وَ نَتَوَکَّلُ عَلَیکَٔ وَ نُثنِی عَلَیکَٔ الخَیرَ نَشکُرُکَ وَلَا نَکفُرُکَٔ وَ نَخلَعُ وَ نَترُکُٔ مَن یَفجُرُک اَللّٰهُمَّ اِیَّاکَٔ نَعبُدُ وَلَکَ نُصَلِی وَنَسجُدُ وَ اِلَیکَٔ نَسعٰی وَ نَخفِدُ وَ نَرجُوا رَحمَتَکَٔ وَ نَخشَیٰ عَذَابَکَٔ اِنَّ عَذَابَکَٔ بِالکُفَّارِ مُلحِق۔
نمبر۴۔ دَ وِترو پهٔ درې واړو رکعتونو کښې الحمد سره دَ سورة وینا پکار ده۔
نمبر۵۔ که پهٔ دریئم رکعت کښې ېٔ دُعاېٔ قنوت لوستل هیر شو او دَ رکوع نه پس ېٔ رایاد شو نو اوس دِ ېٔ نه لولې۔ چې مونځ پوره کړې نو سجدهٔ سهوه دِ وکړې او که دَ رکوع نه وُوځې او دُعاېٔ قنوت ېٔ اووې نو هم مونځ ېٔ وشو خو داسې ورته نه ووکول پکار اوس به سجده سهوه کوې۔
نمبر۶۔ که پهٔ هیره سره ېٔ پهٔ اول یا دویئم رکعت کښې دُعاېٔ قنوت اُووې دَدې هیڅ اعتبار نشته۔ پهٔ دریئم رکعت کښې به ېٔ بیا وائی او سجده سهوه به هم کوې۔
نمبر۷۔ چاته چې دُعاېٔ قنوت نه وې یاد،هغه دِ دا دُعا وائی ” رَبَّنَا اٰتِنَا فِی الدُّنیَا حَسَنَةَ وَّ فِی اٰلاؔخِرَة حَسَنَةَ وَّقِنَا عَذَابَ النَّار“ یا درې ځله دِ دا اووائی۔ ”اَللَّمُمَّ اغفِرلی“ یا که درې ځله ”یَارَبِ یَا رَبِ“ وُوائی هم به ېٔ مونځ وشې خو دُعاېٔ قنوت ورته یادَول پکار دې۔
سُنت او نفل مونځونه۔
نمبر۱۔ دَ سحر دَ مانځه نه مخکښې دوه رکعته مونځ سُنت دې، پهٔ احادیثو کښې ددې ډیر تاکید راغلې دې۔ هیچرې دِ دانهٔ پریږدې۔ که پهٔ کومه ورځ ناوخته شې او دَ مانځه وخت بلکل اخر وې چې صرف دوه رکعته فرض ورکښې کیدې شې نو فرض دِ ادا کړې۔ او چې نمر راوخیژې نو دَ سُنتو دِ قضا وکړې۔
نمبر۲۔ دَ ماسپښین دَ څلورو رکعته فرضو نه مخکښې څلور رکعته سُنت او وروستو دوه رکعته سُنت وې۔ دا شپږ رکعته هم ډیر ضرورې دې بې سبب ېٔ پریښول سخته ګُناه ده۔
نمبر۳۔ دَ مازیګر دَ څلورو رکعتو فرضو نه مخکښې هم څلور رکعته سُنت ډیر ثواب لرې خو ددې دومره تاکید نشته که چا پریښول نو ګنهګار نه دې او که چا وکړل نو ډیر ثواب ېٔ دې۔
نمبر۴۔ دَ ماښام دَ درې رکعتو فرضو نه پس دوه رکعته سُنت هم ضرورې دې که چا ونهٔ کړل نو سخته ګُناه ده۔
نمبر۵۔ ښه داده چې دَ ماسخوتن دَ څلورو رکعته فرض نه مخکښې څلور رکعت سُنت وکړې او دَ فرضونه پس دوه رکعته سُنت وکړې بیا دوه رکعت نفل او بیا درې رکعته وِتر۔ پهٔ دې حساب دَ ماسخوتن شپږ رکعته سُنت شو خو پهٔ دې کښې دَ فرضونه پس دوه رکعته ضرورې دې پریښول ېٔ ګُناه ده۔او ړومبې څلور رکعته دومره ضرورې نه دې که چا وکړل نو ثواب ېٔ دې که نه وې نو ګُناه ېٔ نشته ۔
نمبر۶۔ دَ روژې پهٔ میاشت کښې تراویح هم سنت دي، ددې ډیر تاکید راغلې دے۔ بے عذره نهٔ کول ېٔ سخته ګُناه ده۔ ښځې اکثر تراویح نه کوې۔ داسے نه دې کول پکار، دَ ماسخوتن دَ فرضو او سنتو نه پس شل رکعته دي۔ ښهٔ داده چې دَ دوؤ دوؤ رکعتونو نیت وتړي دَ څلورو هم خېر دے۔ چې شل واړه رکعته وکړي نو بیا دِ وِتر وکړي۔
فائده۔
دَ کومو سنتو چې کول ضرورې دې هغې ته سُنت مؤکده وئیلې شې پهٔ شپه ورځ کښې داسې دولس رکعته دې، دوه دَ سحر، څلور ماسپښین، ړومبې او دوه ورستې۔ دوه دَ ماښام، او دوه دَ ماسخوتن پهٔ روژه کښې تراویح او تهجّد مونځ هم بعضو عالمانو پهٔ مُؤکَّدو سُنت کښې شمیرلې دې۔
نمبر۷۔ دا دومره مونځونه دَ شریعت دَ طرف نه مُقرر دې۔ که دَدې نه زیات څوک کوې، نو چې څومره ېٔ زړهٔ غواړې او کله ېٔ زړهٔ غواړې کوې دِ لیکن دا خیال پکار دې چې کومو درې وختونو کښې مونځ مکروه دې۔ هغه وخت کښې دِ نه کوې۔ دَ فرضو اؤ سنتو نه علاوه چې کوم مونځ کیږې هغې ته نفل وئیلې شې نفل چې څوک څومره ډیر کوې هومره ېٔ ډیر ثواب کیږې۔ دَ نفلو څه حد نشته بعضو دَ خداۓ بندیانو ټوله ټوله شپهٔ مونځ کول بلکل به نه اُودهٔ کیدل۔
نمبر۸۔ دَ ځنو نفلو مونځونو ډیر زیات ثواب دې پهٔ لږه خواریٔ باندې دا ثواب حاصلیدې شې۔ داسې نفل شپږ وې، (۱) تحیَّة الوضوء(۲) اشراق(۳) څاښت(۴) اوّابین(۵)تهجّد(۶)صلوٰةِ تسبیح۔
نمبر۹۔ تَحِیّة الوضوء”کله چې څوک اؤدس وُکړې نو دَ اودس نه پس دِ دوه رکعته نفل وکړې۔ پهٔ حدیثو کښې ددې ډیر فضیلت راغلې دې۔ خو پهٔ مکروه وختونو کښې دِ نه کوې۔
نمبر۱۰۔”اِشراق“ چې دَ سحر مونځ وُشې دَ مُصلّې نه پانه سې۔ نه دَ دُنیا پهٔ څه کار کښې ولګې خو بس درود شریف وائی۔ دَ کلمې یا بل څه وظیفه کوې چې نمر وخیژې او اُوچت شې نو دوه رکعته مونځ وُکړې۔ دَ یَو حج او یو عمرې هومره ثواب ېٔ دې۔ که دَ سحر مانځه نه پس دَ دُنیا څه کار کښې وُلګې خو دَ نمر راختو نه پس مونځ وُکړې هم اِشراق به ېٔ وشې۔ خو ثواب به ېٔ کم وې۔
نمبر۱۱۔بیا چې نمر ښه راوچت شې او ښه تیز شې۔ دوه رکعته یا څلور یا اتهٔ یا دولس وکړې نو دې ته دَ څاښت مونځ وائی۔ اؤ ډیر ثواب ېٔ دې۔
نمبر۱۲۔ دَ ماښام دَ فرضو او سنتو نه پس کم نه کم شپږ رکعته او زیات نه زیات شل رکعته مونځ وکړې۔ نو دې ته صلوٰة اَوّابین وائی۔
نمبر۱۳۔ پهٔ اخره شپه کښې پاسیدلو او مونځ کولو ته صلوٰةِ تهجد وائی دا مونځ خداۓ پاک ته ډیر مقبول دې۔ او ډیر زیات ثواب ېٔ دې۔ تهجّد کم نه کم څلور رکعته او زیات نه زیات دولس رکعته دې۔ که اٰخره شپه کښې دَ پاسیدو همّت ې نه وې نو دَ ماسخوتن دَ مانځه نه پس دِ ېٔ وُکړې۔ خو ددې دومره ثواب نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ صلوٰة تسبیح پهٔ حدیثو کښې ډیر فضیلت بیان شوې دې۔ حضورﷺ خپل ترهٔ حضرت عباس رضی الله عنه ته فرمائی چې دې مانځه باندې به ستا واړهٔ، لوېٔ، وړاندې وروستو ټول ګناهونه معاف شې۔ که طاقت دِکوې نو هره ورځ دا مونځ کوه۔ که نه وې پهٔ هفته کښې یو ځل که نه وې پهٔ میاشت کښې یو ځل که نه وې پهٔ کال کښې یو ځل۔ که نه وې پهٔ عمر کښې یو ځل خو ېٔ ضرور وُکرهٔ۔ ددې مونځ دَ کولو طریقه داده چې دَ څلورو رکعتو نیت وُترې۔ دَ ”سُبحَانَکَٔ اللّٰهُمَّ ،الحمدُ او سورة نه پس او رکوع ته دَ تلو نه ړومبې پنځلس ځله دِ اُووائی” سُبحَانَ اللهِ وَلحَمدُ لِلهِ وَلَااِلٰهَ اِلاَّاللهُ وَاللهُ اَکبَرُ “ بیا رکوع ته لاړشې او سبحانَ رَبِیَّ العَظِیم“ وئیلو نه پس بیا لس ځله دغه تسبیح وُوائی چې سجدې نه سر پورته کړې بلې سجدې ته دَ تلو نه مخکښې بیا لس ځله پهٔ بله سجده کښې دَ ”سُبحَانَ رَبِیَ الَعلیٰ نه پس لس ځله او چې دَ دویئمې سجدې نه پاسی، کښینې نو هم دِ لس ځله دغه تسبیح وُوائی بیا دِ دویئم رکعت ته پورته شې او هم دغه شان دِ دویئم رکعت هم وکړې۔ پهٔ دویئم رکعت چې دویئمې سجدې نه پورته شې۔ دَ التحیّاتُ نه مخکښې دِ لس ځله دغه تسبیح ووائی۔ هم دغه شان به څلور واړه رکعته وکړې۔ پهٔ داسې طریقه هر رکعت کښې پنځه اویا ځله تسبیح وئیلې شې۔
نمبر۱۵۔ پهٔ دې څلورو واړو رکعتونو کښې دَ الحمدُ نه پس چې کوم سورة وائی نو وئیلې شې خاص متعیّن سورة نشته۔
فصل
نمبر۱۔ دَ ورځې نفلو کښې دَ دوه ؤ رکعتو نیت هم تړلې شې او دَ څلورو هم تړلې شې۔ دَ څلورو نه زیات پهٔ یَو سلام نشې کولې دَ شپې نفلو کښې دَ شپږو او اتو هم پهٔ یَو ځاېٔ اجازت شته۔ ددې نه زیات مکروه دې۔
نمبر۲۔ که دَ څلورو رکعتو نیت ېٔ تړلې وې چې دوه رکعته وُکړې نو ورته اختیار دې چې دَ دویئم رکعت پهٔ قعده کښې التّحیاّتُ، درود او دُعا ټول وائی او بیا دریئم رکعت ته پاسې او ”سُبحَانَکَٔ اللّٰهُمَّ“ اَعُوذُ بِا للهِ او بِسمِ الله وئیلو نه پس اَلحَمدُ شروع کوې او که پهٔ قعده کښې صرف اَلتَّحیَّاتُ وائی او دریئم رکعت ته پاسې، دَ بِسمِ الله اؤ الحَمدُ نه شروع کوې، همدغه شان که چا دَ شپږو یا دَ اَتو رکعتو تړلې وې۔ نو د، دویئم څلورم او شپږم رکعت پهٔ قعده کښې ورته اختیار دې چې ”التَّحیاّٰتُ کښې درود او دُعا ټول وائی اؤ دریئم، پنځم، اؤ اُووم رکعت دَ ”سُبحَانَکَٔ اللّٰهُمَّ، اعوذ با لله، بِسم الله، او اَلحَمدُ نه شروع کوې۔ دَ شپږم یا اَتم رکعت پهٔ قعده کښې به التَّحِیَّات، درود اؤ دعا ټول وُوائی۔ او سلام به وُګرزَوې۔
نمبر۳۔ دَ سنتو او نفلو پهٔ ټولو رکعتونو کښې اَلتَّحِیَّات سره یو سورة وئیل واجب دې که قصدًا چاوُنه وې نو ګُنهګا دې اؤ هیر شو ترینه نو سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۴۔ دَ نفلو نیت چې چا وُتړلو نو اوس ېٔ پوره کول واجب دې که مات ېٔ کړو نو ګنهګار دې۔ قضا به ېٔ کوې۔خو دَ نفلو هر دوه رکعته مستقل مونځ دې که دَ څلورو یا شپږو نیت چا تړلې وې نو دوه پوره کول واجب دې که چا پهٔ دوه ؤ رکعتو سلام وُګرزَوُلو نو څه ګُناه ېٔ نشته۔
نمبر۵۔ که چا دَ څلورو رکعتو نیت تړلې وې او لا ېٔ دوه رکعته پوره کړې نه وې، چې مونځ ېٔ مات کړو۔ نو صرف دوه رکعته به کوې۔
نمبر۶۔ که دَ څلورو رکعتو نیت ېٔ تړلې وې دوه رکعته ې کړې وې پهٔ دریئم یا څلورم کښې ېٔ مات کړو، نو که پهٔ دویئم رکعت کښې ېٔ ”التَّحِیَّاتُ “ وئیلې وې نو صرف دَ دوؤ رکعتو قضا به کوې اؤ که پهٔ دویئم رکعت کښې ترینه پهٔ هیره التَّحِیَّاتُ پاتې وې او دریئم رکعت ته ولاړ وې نو پوره څلور رکعته به قضا کوې۔
نمبر۷۔ دَ ماسپښین پهٔ څلورو رکعتو سنتو کښې ېٔ که مونځ مات کړو نو پوره څلوررکعته قضا به کوې۔ پهٔ دویئم رکعت کښې ېٔ ”التَّحِیَّاتُ وئیلې وې او که نه۔
نمبر۸۔ نفل مونځ پهٔ ناستې هم جائز دې لیکن بې عذره پهٔ ناستې دَ کولو ثواب نیم دې۔ ښه داده چې پهٔ ولاړې ېٔ وُکړې۔ البته که دَ بیماریٔ دَ وجهې نه پهٔ ولاړې نشې کولې نو بیا به ېٔ پوره ثواب کیږې۔ فرض او سُنت بې مجبوریٔ نه پهٔ ناستې نه کیږې۔
نمبر۹۔ که نفل مونځ چا پهٔ ناستې شروع کړې وو۔ څه ېٔ پهٔ ناستې وکړو بیا وُدریدو نور ېٔ پهٔ ولاړې وُکړو هم څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۱۰۔ که نفل مونځ ېٔ پهٔ ولاړې شروع کړې وو پهٔ مینځ کښې پهٔ ړومبې رکعت یا پهٔ دویئم کښیناستو۔نور ېٔ پهٔ ناستې وکړو هم جائز دې۔
نمبر۱۱۔ پهٔ نفل مانځه کښې که پهٔ ولاړې ستړې شو، دیوال ته ېٔ اَډه وُوهله یا دَ همسا پهٔ تکیه وُدریدو هم مکروه نه دې۔
دَ اِستِخارې مونځ
نمبر۱۔ چې څوک څه کار کوې او دَ خداۓ پاک نه دَ هغې اجازت غواړې۔ دې ته اِستِخاؔره وئیلې شې۔ پهٔ حدیث شریف کښې ددې ډیر ترغیب راغلې دې۔ رسول الله ﷺ فرمائیلې دې چې ”دَ خداۓ پاک نه اِجازت نه غوښتل اؤ اِستخاره نه کول ډیره بدبختی او کم نصیبې ده۔“ چې څوک وادهٔ کوژدن کوې۔ یا چرته پهٔ سفر ځې۔ یا بل څهٔ کار کوې۔ نوبې اِستِخارې دِ ېٔ نه کوې۔ چې اِستِخاره وکړې نو اِنشاءالله هیچرې به پهٔ هغه کار نه ستومانه کیږې۔
نمبر۲۔ دَ اِستِخارې دَ مانځه طریقه داده چې ړومبې دِ دوه رکعته مونځ وُکړې اؤ بیا دِ ښه دَ زړهٔ دَ اِخلاصه دا دُعا ولولې۔
اَللّٰهُمَّ اِنّیِ اَستَخِیرُکَٔ بِعِلمِکَٔ وَ اَستَقدِرُکَٔ بِقُدرَتِکَٔ وَاَسَٔلَکَٔ مِن فِضلِکَٔ العَظِیم فِاِنَّکَٔ تَقدِرُ وَلَا اَقدِرُ وَتَعلَمُ وَلَا اَعلَمُ وَ اَنتَ عَلَّامُ الغُیُوبِ اَللَّمُمَّ اِن کُنتَ تَعلَمُ اَنَّ هٰذَالاَمرَ خِیرلِی فِی دِینی وَ مَعَاشِی وَ عَاقِبَةِ اَمرِی فَاَقدِرهُ وَ یَسّرهُ لِی ثُمَّ بَارِک لِی فِیهِ وَ اِن کُنتَ تَعلَمُ اَنَّ هٰذاالاَمرَ شَرُّلِّی فِی دِینِی وَ مَعَاشِی وَ عَاقِبَةِ اَمرِی فَاَصرِفهُ عَنّی وَاَقدِر لِی الخَیرَ حَیثُ کَانَ ثُمَّ اَرضِنِی بِهِ
او چے کله لفظ دَ ”هٰذَاالاَمرَته“ راشې دَ کوم لاندې چې کرښه ده نو پهٔ دې وَخت کښې دِ هغه کار پهٔ زړه کښې یاد کړې دَ کوم دَ پاره چې اِستِخاره کوې۔ دې نه پس دِ پهٔ پاکه صفا بستره باندې پهٔ اؤدس کښې اُوده شې، قبلې طرف ته دِ مخ کړې چې دَ خوبه راپاسې پهٔ هغه وخت چې ېٔ زړهٔ ته کومه خبره راغله دَ هغه کار دَ کولو یا نه کولو هم پهٔ هغې دِ عمل وکړې دا به بهتره وې۔
نمبر۳۔ که پهٔ یوه ورځ څه پته وُنهٔ لګیده پهٔ زړهٔ کښې ېٔ هم هغَسې شک وو۔ پهٔ یَو طرف ېٔ اراده مضبوطه نه شوه نو پهٔ دوئمه ورځ دِ بیا هم دَغه شان وُکړې۔ تر اُووه ورځو پورې اِنشاءالله ضرور به ورته دَ هغه کار ښه والې یا بد والې معلوم شې۔
نمبر۴۔ که دَ حج د تلو دَ پاره اِستخاره کوې نو دادِ نه وائی چې حج ته لاړ شم که نه بلکه داسې د وائی چې که پهٔ دې ورځ لاړ شم که نَه۔
دَ توبې مونځ
که دَ بنده نه څهٔ کار دَ شریعت نه خلاف شوې وې نو دوهٔ رکعته نفل مونځ دِ وُکړې۔ بیا دِدَ خداۓ نه ډیر پهٔ زاریٔ سره معافې وُغواړې۔ پهٔ خپلو کړو دِ پښیمانه شې۔ توبه دِ وُباسې اؤ دَ مخکښې دَ پاره دِ پخه اِراده وُکړې چې بیا به داسې کار نهٔ کوم۔ خداۓ پاک به ورته پهٔ خپل فضل هغه ګُناه معاف کړې۔
دَ قضا مونځونو کولو طریقه
نمبر۱۔ دَ چانه چې کوم مونځ قضا شوې وې چې کله ورته یاد شې نو زر دِ ېٔ کوې، بې سببه وروستو کول ېٔ سخته ګناه ده۔ که چا زر قضا وُنکړه پهٔ بله ورځ یا بل وخت ېٔ پریښوده اؤ دَ هغې نه مخکښې ناڅاپه مړ شو نو برغدې ګُناه ېٔ پهٔ سر شوې یو دَ مونځ قضا کولو او بله دَ قضا زر نه ادا کولو۔
نمبر۲۔ که دَ چا نه ډیر مونځونه قضا شوې وې چې څومره کیدې شې۔ زردِ هغه ټول وُجارباسې۔دا ضرورې نه ده چې دَ ماسپښین مانځه سره دِ دَ ماسپښین وُکړې۔ او دَ مازیګر سره مازیګر۔ که ډیر مونځونه دَ ډیرو میاشتو یا دَ ډیرو کالو دَ چانه قضا شوې وې۔ دَ هغې پهٔ قضا جاویستلو کښې دِ هم دَ جلدیٔ نه کار واخلې پهٔ یَویَو وخت دِ دوه دوه څلور څلور مونځونه نه کوې۔ که څه مجبورې وې نودَ هر فرض مونځ سره دِ یَو قضا مونځ جارباسې دادَ ټولو نه کمه درجه ده۔
نمبر۳۔ دَ قضا مونځ جارویستلو دَ پاره څه خاص وَخت نشته۔ دومره خیال ساتل پکار دې چې مکروه وخت نه وې۔ درې وختونو کښې مونځ مکروه دې۔(۱) دَ نمر راختلو پهٔ وخت کښې۔چې ښه را وُچت شې۔
(۲) د غرمے پهٔ وخت کښې چې نمر سَر پهٔ سَر وې او(۳) دَ نمر زیړې کیدو تر نمر پریوتو پورې۔
نمبر۴۔که دَ چانه پهٔ ټول عمر کښې مونځ نه وې قضا شوې اوس ترِ یَو قضا شو یا ترِ څه قضا شوې وې خو هغه ېٔ جارویستې وې اوس ورباندې دَغه یو مونځ پاتې وې نو اول دِ دغه قضا مونځ وُکړې هله دِ دَ وَخت فرض کوې۔ بغیر دَ قضا جارویستو نه به ېٔ فرض مونځ نه کیږې۔ البته که قضا مونځ ترینه هیر شوې وې۔ او دَ وخت فرض ېٔ وکړو نو چې کله ورته یاد شې نو هغه وخت دِ ېٔ وکړې اؤ هغه وختې فرض دِ بیانه جارباسې۔ هغه وشول۔
نمبر۵۔که وخت دومره لږ وو چې هغه قضا مونځ که جارباسې، نو دا وخت مونځ به ترِ قضا شې نو اول دِ دَ وخت مونځ وکړې بیا دِ قضا وُجارباسې۔
نمبر۶۔که دَ چانه دوه یا درې یا څلور یا پنځه مونځونه قضا شول او ددې نه علاوه ېٔ پهٔ ذمه نور قضا مونځونه نه وو یعنې پهٔ ټول عمر کښې چې کله راسې دې ځوان شوې دې مونځ ترې قضا شوې نه دې۔یا قضا شوې دې خو هغه ېٔ جارویستې دې نو اوس چې ترِڅو پورې دا ټول قضا مونځونه وُنه جارباسې نو د وَخت فرض مونځ ېٔ نه کیږې۔ اؤ چې دا پنځه واړهٔ جارباسې نو پهٔ داسې طریقه به ېٔ جارباسې چې کوم مونځ ترِ اول قضا شوې وې هغه به اول کوې بیا به هغې پسې دویئم بیا دریئم، دغه سې به ټول کوې لکه چې چا دَ یوې ورځې پنځه واړه مونځونه نه وې کړې نو هغه به ړومبې سحر قضا کوې، بیا دَ ماسپښین، بیا دَ مازیګر، بیا دَ ماښام، بیا دَ ماسخوتن، که په دې ترتیب ېٔ ونه کړې لکه اول دَ ماسپښین وُکړې بیا دَ سَحر نو دا صحیح نه دِې دوباره به ېٔ کوې۔
نمبر۷۔که دَ چانه شپږو نه زیات مونځونه قضا شوې وې،نو اوس بغیر ددې دَ مونځونو دَ جارویستلو نه هم دَ وخت فرض مونځ کولې شې او چې کله دا قضا مونځونه جارباسې نو چې پهٔ دوېٔ کښې کوم ړومبې قضا شوې وې دَ هغې ړومبې جارویستل ضرورې نه دې چې څنګه ېٔ خوښه وې هغَسې دِ ېٔ وکړې۔ پهٔ ترتیب ېٔ کول ضرورې دې۔
نمبر۸۔دوه درې میاشې یا دوه درې کاله شوې وو چې دَ چانه شیږ مونځونه قضا شوې وو خو هغه قضا ۓ لا جارویستې نه وه او نور مونځونه ېٔ پوره پوره کول چې اوس ترې نه یَو مونځ قضا شو نو دې هم اوس بغیر ددې قضا جارویستو نه دَ وخت فرض مونځ کولې شې،صاحب ترتیب نه دې۔
نمبر۹۔که دَ چا پهٔ ذمه شپږ یا دَ شپږو نه زیات مونځونه وو۔او ترتیب ورباندې ضرورې نه وو۔ لیکن هغه ټول ېٔ په یَو یَو،دوه دوه کښې وُجارویستل دې اوس بیا صاحبِ ترتیب شو، که دَ شپږو نه کم مونځونه ترے قضا شي نو هغه به پهٔ ترتيب کوي اؤ چې څو پورے ئې هغه قضا نمونځونه جارويستي نهٔ وي دَ وخت فرض مونځونه نه شې کولې البته که بيا ترینه شپږ یا زیات قضا شو نو اوس ورته ترتیب معاف دې۔ بغیر ددې شپږو دَ جارویستو نه دَ وخت مونځ کولې شې۔
نمبر۱۰۔ دَ چانه ډیر مونځونه قضا شوې وو هغه ېٔ ورو ورو جارویستل څلور یا پنځه پاتې دې۔ نو په دهٔ باندِ اوس هم ترتیب ضرورې نه دې چې څنګه خوښه وے دغه مونځونه دِ وُجارباسې۔اوکه داېٔ لا پوره کړې نه وې نو هم وخت فرض مونځ کولې شې چې دا ټول ختم کړې، نو اوس به ورباندې بیا ترتیب ضرورې شې څو پورې چې ترې نه شپږ مونځونه قضا شوې نه وې۔
نمبر۱۱۔ که دَ وِترو مونځ ترِ قضا شو، سِوا ددې نه ترِ بل مونځ نه وې قضا شوې نو بغیر دَ وِترو دَ جارویستو نه دَ سَحر مونځ نشې کولې۔ که هعه ورته یاد وو او دَ سحر مونځ ېٔ ړومبې وکړو، بیا ېٔ دَ وِترو قضا وکړه نو هغه دَ سَحر مونځ به دوباره کوې۔
نمبر۱۲۔ که چا تش دَ ماسخوتن مونځ کړې وو اودهٔ شو۔بیا ېٔ دَ تهجُدو دَ پاره اودس وُکړو او وِتر ېٔ هم وُکړل سحر ورته رایاد شو چې دَ ماسخوتن مونځ بې اودسه کړې وو نو اوس به تش دَ ماسخوتن قضا جارباسې۔
نمبر۱۳۔ قضا صرف دَ فرضو او وِترو جارویستې شې دَ سنتو قضا نشته البته که دَ سحر مونځ دَ چانه قضا شوې وې نو که دَ زوال نه مخکښې ېٔ جارباسې نو سُنت او فرض دواړه دِ وکړې اوکه دَ زوال نه پس ېٔ جارباسې نو تش دوه رکعته فرض به کوې۔
نمبر۱۴۔ که دَ سَحر وخت پهٔ چا دومره لږ شو چې صرف دوه رکعته فرض ورکښې کیدې شې نو سُنت دِ پریږدې او دَ نمر راختو نه پس دَ غرمې نه مخکښې دِ سُنت بیا وُکړې۔
نمبر۱۵۔ که چا بې نمازه توبه وُویسته نو څومره مونځونه چې تروسه دَ هغه نه قضا شوې وې دَ هغې ټولو به قضا جارباسې پهٔ تشه توبه مونځونه نه معاف کیږې۔البته دَ مونځ نه کولوګُناه به ورته معاف شې۔ او که قضا ېٔ وُنه جارویسته نو بیا به هم هغسې ګُنهګار وې۔
نمبر۱۶۔ که دَ چانه څه مونځونه قضا شوې وې اولاېٔ جارباستې نه وې نو دَ مرګ پهٔ وخت کښې دَ فدېٔ ورکولو وصیت ورباندې فرض دې که اوېٔ نه کړو نو ګُنهګار به وې (دَ مانځه دَ فدېٔ بیان به دَ روژې دَ فدېٔ سره پهٔ دریئم باب کښې راشې)۔
نمبر۱۷۔ که دَ ګنړو کسانو نه دَ یَو وخت مونځ قضا شوې وو نو پکار دې چې پهٔ جمع سره ېٔ وُکړې۔ که جَهرې مونځ وې نو دَغَسې پهٔ جَهَر به ورکښې قرأت لولې۔ او که نه وې نو هغَسې به ېٔ کوې۔
سجده سهَو کول
نمبر۱۔ پهٔ مانځه کښې چې څومره کارونه واجب دې پهٔ هغو کښې که یَو واجب کار یا څو واجب کارونه پهٔ هیره پاتې شې نو سجده سهو کول واجب دې۔ چې سجده سهو وُکړې نو مونځ به ېٔ پوره شې اوکه وُېٔ نکړه نو مونځ به دوباره کوې۔
نمبر۲۔ که پهٔ هیره ترِ دَ مانځه یَو فرض کار پاتې شې نو پهٔ سجده سهَو کار نه کیږې ټول مونځ به بیا دَ سره کوې۔
نمبر۳۔ دَ سجده کولو طریقه داده چې پهٔ اخرې رکعت التَّحیَّاتُ تر تشهد پورې وُوائی نو یَو طرف ته دِ سلام وُګرزَوې دوه سجدې دِ وُکړې۔ او بیا دِ پوره التَّحیَّاتُ سره دِ درود او دُعا وُوائی نو سلام دِ وُجارباسې۔
نمبر۴۔ که پابه هیره یَو طرف ته سلام وُنه ګرزَوُلو او دَ تشهّد نه پس ېٔ دوه سجدې وُکړې نو سجده سهو صحیح شوه۔ مونځ ېٔ پوره شو۔
نمبر۵۔ که چا پهٔ هیره دوه ځله رکوع وکړه یا ېٔ درېٔ سجدې وُکړې نو سجدهٔ سهَو ورباندې واجب شوه۔
نمبر۶۔ که چا پهٔ مانځه کښې پهٔ هیره اَلحَمدُ پریښوه۔ یا ېٔ سورة اول وُوې او اَلحَمدُ وروستو، پهٔ هغه سجده سهو واجب شوه۔
نمبر۷۔ که چا دَ فرضو پهٔ وړومبو دوهٔ رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ سره سورة وُنه وې نو دَ وروستو دوه ؤ سره دِ وُوائی او سجده سهو دِ وُکړې۔ او که وړومبو دوه ؤ رکعتونو کښې ېٔ پهٔ یَو کښې سورة نهٔ وو وئیلې نو پهٔ روستنو دوه ؤ کښې دِ یَو کښې وُوائی او سجدهٔ سهو دِ وُکړې۔ او که پهٔ ړومبو دوؤ کښې ېٔ دَ اَلحَمدُ سره سورة نه وو وئیلې پهٔ وروستو کښې ېٔ هم هیر شو پهٔ اخر کښې ورته یاد شو چې پهٔ اوّلو دواړو رکعتونو کښې یا یَو کښې مِ سورت نه دې وئیلې نو سجده سهو دَ وُکړې۔ مونځ به ېٔ پوره شې۔
نمبر۸۔ دَ سنتو،وِترو او نفلو پهٔ ټولو رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ سره سورة وئیل واجب دې۔ که پهٔ یَو رکعت کښې هم دَ چا نه سورة پاتې شو نو سجدهٔ سهو به کوې۔
نمبر۹۔ که دَ الحمدُ وینا نه پس ېٔ دا سوچ کولو چې کوم سورة وُوائیم۔ پهٔ دې سوچ کښې دومره وَخت تیر شو چې درې ځله ورکښې سُبحانَ الله وئیلې شې۔ بیا ورته رایاد شو چې رکعتو نه مِ څلور پوره کړې دې نو اوس هم ورباندې سجده سهو واجب ده۔
نمبر۱۰۔ که بلکل اخرې رکعت کښې دَ التَّحیَّاتُ نه پس ورته دا شک شو چې درې رکعته مِ وکړل که څلور، پهٔ دې سوچ کښې خاموش ناست وو، پهٔ سلام ګرزولو کښې دومره تاخیر راغلو چې درې ځله ورکښې سُبحَانَ الله وئیلې شې۔ بیا ورته رایادشو چې رکعتونه مِ څلور پوره کړې دې نو اوس هم ورباندې سجده سهو واجب ده۔
نمبر۱۱۔ دَ اَلحَمدُ او سورة وَینا نه پس رکوع ته ټیټ نه شو چې څه سوچ کښې دومره ولاړ وو چې درې ځله ورکښې سُبحان الله وئیلې شې نو سجده سهو پرِ واجب ده۔
نمبر۱۲۔ همدغسې که دَ مانځه پهٔ مینځ کښې څوک پهٔ څه سوچ دومره حصار شو چې درې ځله سُبحان الله ورکښې وئیلې شې۔ یا پهٔ دویئم یا پهٔ څلورم رکعت چې التَّحیَّاتُ ته کښینې نو زر ېٔ شروع نکړې چې څه سوچ کښې ورباندې دومره وَخت تیر شې۔ یا رکوع نه چې وُدریږې۔ یا دَ دواړو سجدو پهٔ مینځ کښې پهٔ څه سوچ دومره وخت تیر کړې۔ پهٔ دې ټولو موقعو باندِ سجده سهو واجب کیږې غرض داچې پهٔ هیره پهٔ څه کار کښې دومره حصارتیا وُکړې یا چې سوچ باندِ دومره وخت تیر کړې چې درې ځله ورکښې سُبحان الله وئیلې شې نو سجده سهو پرِ واجب شوه۔
نمبر۱۳۔ دریو یا څلورو رکعتو فرض مونځ کښې چې پهٔ دویئم رکعت التَّحیَّاتُ ته کښینې که چا دوه ځله اَلتَّحیَّاتُ اُووې یا ېٔ دَ تشهّد نه پس اَللَّهمُمَّ صَلِ عَلیٰ مُحَّمد یا ددې نه زیات وُوې نو سجده سهَو پرِ واجب شوه۔ که دَ دې نه ېٔ کم وئیلې وې نو نه واجب کیږې۔
نمبر۱۴۔ پهٔ نفل مونځونو کښې پهٔ دویئم رکعت کښې هم التَّحیَّاتُ سره درود وئیل جائِز دې۔ ددې وجهې نه پهٔ نفلو کښې که دویئم رکعت کښې چا دَ تشهُّد نه زیات وُوئیلو نو سجده پرِنه واجبیږې۔ او که چا سوه ځله التَّحیَّاتُ وُوې نو پهٔ نفلو کښې پرِهم سجده واجبیږې۔
نمبر۱۵۔ که التَّحیَّاتُ ته کښیناستو۔ پهٔ هیره باندِې ېٔ اَلحَمدُ یا بل څه شروع کړهٔ نو سجده سهو پرِ واجب شوه۔
نمبر۱۶۔ دَ نیت تړلو نه پس که چا دَ سُبحانَکَٔ اللّٰهُمَّ پهٔ ځاېٔ دُعاېٔ قنوت وُوې نو سجده سهو واجب نه ده۔ هم دغَسې که چا پهٔ دریئم یا څلورم رکعت کښې دَ الحمدُ پهٔ ځاېٔ التَّحیَّاتُ یا بل څه وُلوستل هم سجده واجب نه ده۔
نمبر۱۷۔ که دَ درَیو یا څلورو رکعتو پهٔ مانځه کښې پهٔ دویئم رکعت کښیناستل دَ چا نه هیر شو۔ دریئم رکعت تهپه وُدریدو کښې ورته یاد شو۔ که پښې ېٔ نیغې شوې نه وې نو کښیناستل پکار دې۔ د التَّحیَّاتُ نه پس دِ وُدریږې او سجده پرِ نشته او که پښې ېٔ نیغې شوې وې۔نو نه دِ کښینې چې څلور رکعته پوره کړې نو اخر کښې دِ سجده سهو وُکړې۔ او که دَ نیغ وُدریدو نه پس کښیناستو او التَّحیَّاتُ ېٔ وُوې نو ګُنهګار شو او سجده به هُم کوې۔
نمبر۱۸۔ که پهٔ څلورم رکعت کښې اخرې قعده باندِ کښیناستل ېٔ هیر شو، وُدریدو نو که پښې ېٔ نیغې شوې نه وې۔ بلکه دَ ناستې حالت ته قریب وې نو کیښیناستل پکار دې دَ التَّحیَّات او درود نه پس دَ سلام وُګرزَوې۔ سجده پرِ نشته ۔ او که نیغ وُدریدلې وې بلکه که اَلحَمدُ اؤ سورة ېٔ هم لوستې وې۔ بلکه دَ پنځم رکعت رکوع ېٔ هم کړې وې۔ بیا دِ هم کښینې التَّحیَّاتُ دِ وُلولې او سجده سهو دِ وُکړې البته که دَ رکوع نه پس هم ورته یاد نه شو او دَ پنځم رکعت سجده ېٔ وُکړه نو دا مونځ ېٔ نفل شو۔ شپږم رکعت دِورسره پوره کړې او فرض مونځ دِ دوباره بیا وُکړې۔ که شپږم رکعت ېٔ ورسره نه کړو نو څلور به ېٔ نفل شې۔ او دا یَو به ېٔ بیکاره شې۔
نمبر۱۹۔ که پهٔ څلورم رکعت کښیناستو التَّحیَّاتُ ېٔ وُوې او بیا پاسیدو نو دَ پنځم رکعت دِ سجدې کولو نه ړومبې چې ېٔ یاد شو، پکار ده چې کینې او دَ ناستې سره دِ یو طرفته سلام وُګرزَوې او سجده سهو دِ وکړې۔ او که دَ پنځم رکعت سجده ېٔ وُکړه۔ بیا ورته یاد شو نو شپږم رکعت دِ ورسره ملګرې کړې۔ او سجده سهو دِ وکړې۔ څلور به ېٔ فرض شې او دوه نفل۔ او که پهٔ پنځم رکعت کیناستو او سجده سهو ېٔ وکړه نو ښه ېٔ وُنکړل۔ څلور ېٔ فرض شو او یَو رکعت ېٔ برباد شو۔
نمبر۲۰۔ که څلور رکعته فرض ېٔ کولو، پهٔ دویئم رکعت کښیناسل ېٔ هیر شو، نو که دَ دریئم رکعت دَ سجدې نه ړومبې ورته یاد شو نو کښیناستل ورته پکار دې التَّحیَّاتُ دِ وُوائی او خپل مونځ دِ پوره کړې آخر کښې دِ سجده سهو وُکړې او که دَ دریئم رکعت سجده ېٔ وکړه نو بیا دِ څلور پوره کړې او آخر کښې دِ سجده وُکړې۔
نمبر۲۱۔که پهٔ دې کښې ېٔ شک شو چې څلور رکعته مِ وکړل که درې، که داسې عادت ېٔ نه وو۔ اتفاق ورته شک پیدا شو نو مونځ دِ دوباره وُکړې۔ او که داېٔ عادت وې چې اکثر ېٔ پهٔ زړهٔ کښې شک راځې نو پهٔ زړهٔ کښې دِ سوچ وکړې که زیات خیال ېٔ ددې وو چې درې رکعته مِ کړې دې نو یو رکعت دِ بل وُکړې۔ او سجده دِنه کوې۔اؤ که زیات ګمان ېٔ دا ووچې څلور مِ پوره کړې دې نو بل رکعت دِنه ورسره کوې او سجده دِ هم نه کوې۔ او که دَ سوچ نه پس ېٔ هم یو طرف ته خیال قوې نه شو، دواړه طرف ورته برابر وو نو دا دِ درې وُګنړې یَو رکعت دِ بل وُکړې۔ خو پهٔ دویئم دِ هم کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُلولې۔ او پهٔ څلورم هم او آخر کښې دِ سجده سهو وُکړې۔
نمبر۲۲۔ که دا شک ېٔ شو چې دا ړومبې رکعت دې که دویئم دَ هغې هم دا حکم دې که ړومبې ځل شک وې۔ نو بیا دِ ېٔ وُکړې او که همیشه ورته شک راځې چې کوم طرف ته ېٔ زیات خیال وې، هغه دِ وُکړې که دواړه طرف ته ېٔ خیال برابر وې نو یَو دِ ېٔ وُګنړې خو پهٔ دې ړومبې رکعت دِهم کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُوائی شاید چې دا دویئم وې۔ پهٔ دویئم رکعت دِ هم کښینې او دویئم کښې دِ اَلحَمدُ سره سورة هم وُوائی شاید چې دا دریئم وی پهٔ دریئم دِ کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُلولې شاید چې دا څلورم وې۔ بیا دِ پهٔ څلورم هم کښینې او تشهُّد نه پس دِ سجده سهو وُکړې۔
نمبر۲۳۔ که دا شک ېٔ شو چې دویئم رکعت دې که دریئم، نو دَ هغې هم دا حُکم دې۔ که دواړهٔ طرف ته ېٔ ګُمان برابر وې نو دویئم دِ ېٔ وګنړې۔ پهٔ دې دِ هم کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُوائی۔ بیا دِ پهٔ دریئم هم وُوائی او پهٔ څلورم هم، او سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۲۴۔ که دَ مانځه پوره کولو نه پس ېٔ دا شک شو چې درې رکعته مِ وُکړل، که څلور، ددې شک هیڅ اعتبار نشته، مونځ ېٔ وشو، البته که پوره ورته یاد شې چې درې رکعته مِ کړې دې نو وُدِدریږې او بل رکعت دِ ورسره وکړې او سجده سهو دِ وُکړې او که دَ مانځه نه پس ېٔ خبرې کړې وې یا بل داسې کار چې مونځ پرِ ماتیږې۔ بیا ېٔ دا خیال راغلو چې درې رکعته مِ کړې دې نو مونځ دِ دوباره وکړې۔ که دَ اَلتَّحیَّاتُ وَینا نه پس چې سلام ېٔ نه وې ګرزَولې ېٔ شک راغلو دَ هغې هم دا حکم دې چې څو پورې ېٔ پوره یاد نه وې، هیڅ اعتبار نشته، خو که دَ احتیاط دَ پاره څوک مونځ دوباره بیا وُکړې۔ نو ښه ده چې په زړهٔ کښې ېٔ شک پاتې نه شې۔
نمبر۲۵۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ څو کارونه داسې وکړل چې سجده پرِ واجبیږې نو یوه سجده سهو دِ ټولو دَ پاره کافې ده۔ پهٔ یَو مانځه کښې دوه ځله سجده سهو نه شې کولې۔
نمبر۲۶۔ دَ سجدهٔ سهو کولو نه پس ترِ داسې کار وشو چې سجده پرِ واجبیږې نو هم دغه سجده کافې ده۔ دوباره به ېٔ نه کوې۔
نمبر۲۷۔ که پهٔ مانځه کښې ترِ داسې څه غلطې شوې وې چې سجده سهو پرِ واجبیږې لیکن پهٔ هیره ېٔ دواړهٔ طرف ته سلام وُګرزَولو او سجده ېٔ وُنه کړه خو تر دې وخته هم پهٔ هغه ځاېٔ ناست وې نه ېٔ مخ دَ قبلې نه ګرزولې وې ۔ او نه ېٔ څه دُنیاوې خبره یا داسې څه کار کړې وې چې مونځ پرِ ماتیږې نو اوس دِ سجده سهو وُکړې۔ که دَ سلام نه پس ېٔ کلمه یا درود یا بل څه وظیفه کړې وې۔ ددې څه باک نشته۔ سجده سهو دِ وُکړې۔ مونځ به ېٔ پوره شې۔
نمبر۲۸۔ که سجده سهو پرِ واجب وه او قصدًا ېٔ دواړه طرفته په دې نیت سلام وُګرزَولو، چې سجده سَهو نه کوم بیا هم ورته دَ سجدې کولو اختیار شته ۔۔۔۔۔پورې چې ېٔ داسې څه نه وې کړې چې مونځ پرِ ماتیږې۔
نمبر۲۹۔ که دَ څلورو رکعتو یا دریٔو رکعتو پهٔ مانځه کښې ېٔ پهٔ هیره دویئم رکعت باندِې سلام وُګرزَولو نو خیر دې، پادِسې او خپل مونځ دِ پوره کړې او سجده سهو دِ وُکړې البته که دَ سلام ګرزَولو نه پس ېٔ داسې څه کار کړې وې چې مونځ پرِ ماتیږې نو بیا دوباره دِ بیا مونځ وُکړې۔
نمبر۳۰۔ که پهٔ خطاېٔ دَ وِترو په اول یا دویئم رکعت کښې دُعاېٔ قنوت وُوې نو ددې څه اعتبار نشته۔ دریئم رکعت کښې دِ بیا وُوائی او سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۳۱۔ که پهٔ وِترو کښې ېٔ شک شو۔ چې دا مِ دویئم رکعت دې که دریئم او ۔۔۔۔۔۔طرف ته ېٔ هم ګُمان غالب نه وو۔ دواړه طرفَ ورته برابر ښکاریدهٔ نو پهٔ دې رکعت کښې دِ هم دُعاېٔ قنوت وُلولې۔ او دَ اَلتَّحیَّاتُ نه پس دِ پاسې بل رکعت دِ وُکړې پهٔ هغې کښې دِ هم دُعاېٔ قنوت وُلولې۔ او سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۳۲۔ که پهٔ وِترو کښې ېٔ دَ دُعاېٔ قنوت پهٔ ځاېٔ سُبحانَکَٔ اللّٰهُمَّ شروع کړه بیا ېٔ فکر شو نو دُعاېٔ قنوت ېٔ اُووې۔ سجده سهو ورباندې نشته۔
نمبر۳۳۔ که پهٔ وترو کښې ېٔ دعاېٔ قنوت هیر شو۔ سورت ېٔ وُوې او رکوع ېٔ وکړهٔ نو رکعت دِ پوره کړې۔ او آخر کښې دِ سجده سهو وکړې۔
نمبر۳۴۔ که دَ اَلحَمدُ نه پس چا دَ یَو سورة پهٔ ځاېٔ دوه، درې سورتونه وُوې نو څه باک ېٔ نشته، سجده سهو پرِ نه لازمیږې۔
نمبر۳۵۔ که دَ فرضو پهٔ وروستو دوه ؤ تشو رکعتونو کښې چا پهٔ هیره سورة ووې پهٔ یو رکعت کښې یا پهٔ دواړو کښې، څه باک ېٔ نشته سجده سهو پرِ نه لازمیږې۔
نمبر۳۶۔ که دَ مانځه پهٔ شروع کښې چا سُبحَانَکَٔ اللَّهُمَّ وُنه وې یا رکوع کښې ېٔ سُبحانَ رَبیَّ العَظِیمُ وُنه وې۔ یا سجده کښې ېٔ سُبحَانَ رَبِیَ الاَعلیٰ وُنه وې یا ېٔ دَ رکوع نه پورته کیدو پهٔ وَخت کښې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ یاد نه شو یا ېٔ دَ نیت تړلو وخت کښې لاس غوږونو ته یا اُوږو ته پورته نکړو یا ېٔ دَ رکعت پهٔ اخر کښې درود یا دُعا وُنه وې۔ دَ تشهّد نه پس ېٔ هم دغَسې سلام وُګرزولو پهٔ دې ټولو صورتونو کښې سجده سهو نه لازمیږې۔
نمبر۳۷۔ دَ فرضو پهٔ وروستو دواړو رکعتونو کښې یا یَو رکعت کښې چا اَلحَمدُ وُنه وې همدغسې چپ وُدریدو بیا رکوع ته لاړو نو هم سجده سهو پرِ واجب نه ده۔
نمبر۳۸۔ دَ کومو کارونو چې پهٔ هیره سره کولو باندِ سجده سهو لازمیږې که هغه کارونه څوک پهٔ قصد وُکړې نو سجده سهو پرِ واجب نه ده بلکه مونځ به دوباره سره کوې۔ که سجدهٔ سهو ېٔ وکړه هم ېٔ مونځ نه دې شوې۔ کوم کارونه چې پهٔ مانځه کښې نه فرض دے او نه واجب، بلکه سنت یا مستحب دې، دَ هغې پهٔ هیره سره پاتې کیدو باندِ سجده سهو نه لازمیږې مونځ ېٔ وُشو۔
نمبر۳۹۔ که پهٔ جهرې مونځونو کښې امام پهٔ زوره قرأة وُنه وې یا چا اِمام یا مقتدې دَ ورو اواز پهٔ مونځونو کښې پهٔ زوره با ندِ قرأة وُوې نو سجده سهو واجب شوه۔ البته که لږ غوندِ تلاوت ېٔ پهٔ زوره کړې وو چې دَمانځه دَ پاره کافې نه وې، لکه دوه درې الفاظ ېٔ وئیلې وې یا پهٔ جهرې کښې دغَسې دوه درې ټکې اِمام پهٔ ورو وُلوست سجده سهو پرِ نشته۔
سجده تلاوت
نمبر۱۔ پهٔ قران شریف کښې څوارلس ایتونه دې کوم ځاېٔ کښې چې دَ قران شریف پهٔ کناره باندِ ورسره سجدؔه لیکلې وې ددې ایتونو پهٔ تلاوت کولو باندِ سجده واجبیږې۔ او دې سجدې ته سجده تلاوت وئیلې شې۔
نمبر۲۔ دَ سجده تلاوت کولو طریقه داده چې اَللهُ اَکبَر وُوائی او ۔۔۔۔سجدې ته لاړ شې دَ اَللهُ اکبر وَینا پهٔ وخت لاس پورته کول نشته۔ سجده کښې دې کم نه کم درې ځله سُبحان رَبیَّ الاَعلیٰ وُوائی۔ بیا دَ اللهُ اکبر وُوائی او سر دِ راپورته کړې۔ بس سجده پوره شوه سلام ګرزَول ورکښې نشته۔
نمبر۳۔ ښَه داده چې پهٔ ولاړې اَللهُ اکبر وُوائی۔ سجدې ته لاړ شې او بیا اللهُ اکبر وُوائی وُدریږې خو که چا پهٔ ناستې اللهُ اکبر وُوې۔ سجدې ته لاړ یا دَ سجدې نه راپورته شو اللهُ اکبر ېٔ وُوې او کښیناستو نو هم خیر دې سجده ېٔ پوره شوه۔
نمبر۴۔ دَ سجدې تلاوت چې څوک وُلولې پهٔ هغه سجده واجب شې۔ چې څوک ېٔ واؤرې پهٔ هغه هم، دَ قران دَ اؤریدو پهٔ اراده ناست وو او که پهٔ بل کار کښې مشغول وې۔ او بې ارادې دَ سجدې ایت واورې ځکه بهتره داده چې دَ سجدې ایت دِ پهٔ زوره نه لولې چې پهٔ بل سجده واجب نه شې۔
نمبر۵۔ کوم شرطونه چې دَ مانځه دې هغه دَ سجده تلاوت دَ پاره هم ضرورې دې۔ لکه اودسؔ کول، دځاؔېٔ، بدؔن او جامې پاکې، قبلې ته مخ او داسې نور۔۔۔۔۔
نمبر۶۔ څهٔ رنګ چې دَ مانځه سجده کولې شې دَ تلاوت سجده هم دغسې پکار ده۔ بعضې خلق پهٔ قران شریف باندِ سجده لګوې، داسې سجده نه کیږې۔
نمبر۷۔ که پهٔ هغه وَخت دَ چا اودس نه وې نو بل وخت دِ ې بیا وُکړې پهٔ هغه وخت سجده کول ضرورې نه دې۔ خو ښه داده چې پهٔ هغه وخت وُشې شاید چې بیا ېٔ یاده نه وې۔ او پهٔ ذمه ېٔ پاتې شې۔
نمبر۸۔ که دَ چا پهٔ ذمه دَ تلاوت ډیرې سجدې پاتې وې۔ یا ېٔ ادا کړې نه وې، نو زر دِ ېٔ ادا کړې، که پهٔ ټول عمر کښې ېٔ ادا نه کړې نو ګُنهګار به پاتې شې۔
نمبر۹۔ که چا دَ حیض یا دَ نفاس پهٔ وخت کښې دَ سجدې ایت واوریدو نو سجده پرِ نهٔ واجب کیږې۔ او که پهٔ داسې وخت کښې ېٔ واؤریدو چې غُسل پرِ فرض وو نو غُسل نه پس پرِ سجده واجب ده۔
نمبر۱۰۔ که دَ بیماریٔ پهٔ حالت کښې واؤرې او دَ سجدې کولو طاقت ېٔ نه وې چې څنګه مونځ پهٔ اشاره کولې شې۔ دَغسې سجدهٔ تلاوت هم پهٔ اِشاره کولې شې۔
نمبر۱۱۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ سجدې ایت وُلوست، دَ ایت لوستو سره دَ سمدستې سجده وُکړې، بیا دِ باقې مونځ وُکړې۔ که دَ ایت سره سمدستې سجده وُنکره دوه درې ایته ېٔ وُلوست بیا هم سجده صحیح ده۔ که ډیر ایتونه ېٔ وُوې او بیا ېٔ سجده وُکړه نو سجده ېٔ وُشوه خو ګُنهګار به وې۔
نمبر۱۲۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ سجدې ایت وُوې۔ او پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ هغې سجده وُنکړه نو اوس دَ مانځه نه پس دَ هغې ایت دَ پاره سجده نه شې کیدې۔ (پهٔ مانځه کښې دَ وئیلې شوې ایت سجده هم پهٔ هغه مانځه کښې کیږې) همیشه دَ پاره به ګُنهګار وې، سِوا دَ توبې نه ېٔ بل صورت دَ معافیٔ نشته۔
نمبر۱۳۔ که په مانځه کښې څوک دَ سجدې ایت وُوائی او سمدستې رکوع ته ښکته شې( ورپسې بل ایت ونه وائی) او پهٔ رکوع کښې دا نیت وُکړې چې ” دا رکوع دَ سجدهٔ تلاوت دَ پاره هم کوم“ نو سجده به ېٔ وُشې۔ او که رکوع کښې ېٔ نیت وُنه کړو۔ چې سجده وُکړې نو دا سجده د تلاوت دَ سجدې دَ پاره هم کافې ده۔ نیت ېٔ کړې وې او که نه۔
نمبر۱۴۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ بل چانه دَ سجدې ایت واؤریدو نو پهٔ مانځه کښې به سجده نه کوې۔ دَ مانځه نه پس به کوې۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ وکړه نو سجده ېٔ وُنهٔ شوه۔ دوباره به ېٔ دَ مانځه نه پس کوې۔ او ګنهګار هم شو۔
نمبر۱۵۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست دَ سجدې ایت بیابیا وائی نو هم یَوَه سجده واجب کیږې دَ ټولو نه پهٔ اخر کښې به سجده کوې۔ اؤ که پهٔ اول ایت پسې ېٔ سجده وُکړه۔ بیا ېٔ هم هغه ایت بیا بیا وې۔ دغه یَوَه سجده کافې ده۔ او که ځاېٔ ېٔ بدل کړو، هغه ایت ېٔ وُلوست، بیا بل ځاېٔ ته لاړو او هم هغه ایت ېٔ بیا وُلوست۔ نو چې څومره ېٔ بیل بیل ځاېٔ کښې ولوست هغه هومره سجدې به کوې۔
نمبر۱۶۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست وې خو دَ سجدې ګنړ ایتونه ېٔ ولوستل نو چې څومره ایتونه ېٔ وئیلې وې۔ هغومره سجدې به کوې۔
نمبر۱۷۔ که پهٔ ناستې ېٔ دَ سجدې یو ایت وُوې۔ بیا وُدریدو خو ګرزیدلې نه وې۔ هم د هغه ناستې پهٔ ځاېٔ ولاړ ېٔ هم هغه ایت بیا وُوې۔ نو یَوه سجده به کوې۔
نمبر۱۸۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست وو۔ دَ سجدې ایت ېٔ وُلوست بیا پاسیدو وُګرزیدو اؤ بیا راغلو پهٔ هغه ځاېٔ کیناست او هغه ایت ېٔ بیا ولوست نو دوه سجدې به کوې۔
نمبر۱۹۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست وو۔ دَ سجدې ایت ېٔ ووې۔ چې قران شریف ېٔ ختم کړو نو هم پهٔ هغه ځاېٔ ناست وو پهٔ څهٔ کار کښې مشغول شو۔ لکه خوراک څښاک یا خط و کتابت یا ګنډل کول یا بل څه کار ېٔ وُکړو نو دې نه پس ېٔ بیا هم هغه دَ سجدې ایت وُلوستو نو دوه سجدې به کوې چې دَ تلاوت پهٔ ځاېٔ بل څه کار شروع کړې نو که پهٔ هغه ځاېٔ ناست وې هم داسې ده لکه چې ځاېٔ ېٔ بدل کړې وې۔
نمبر۲۰۔ دَ یوې کوټې یا دالان پهٔ ګُټ کښې ېٔ دَ سجدې ایت ووې بیا پهٔ بل ګُټ کښې ېٔ بیا هم هغه ایت ووې۔ یوه سجده کافې ده۔ هر څو ځله چې ېٔ وُوې۔ البته که بل څه کار ېٔ شروع کړو۔ بیا ېٔ هغه ایت وُوې نو بله سجده به کوې۔ اؤ که دریئم ځل پهٔ بل څه کار کښې وُلګیدو او بیا ېٔ هم هغه ایت ولوست نو دریئم ځل به سجده کوې۔
نمبر۲۱۔ که لوېٔ کور وې او یَو ګُټ کښې ېٔ دَ سجدې ایت ولوست بیا ېٔ پهٔ دویئم ګُټ کښې وُلوست نو دوه به کوې۔
نمبر۲۲۔ دَ جماعت حکم دَکوټې دې۔ دَ سجدې هر ایت هر څو ځله چې وائی یوه سجده به کوې۔ پهٔ یو ځاېٔ ناست وې او که ګرزې راګرزې۔
نمبر۲۳۔ پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ سجدې یَو ایت هر څو ځله چې ولوست یوه سجده به کوې که دَ ټولو نه اخر کښې سجده کوې اؤ که وړومبې ځل وینا سره ېٔ کوې۔ هم پهٔ هغه رکعت کښې ېٔ بیا بیا لولې۔ که پهٔ دویئم رکعت کښې، یوه سجده کافې ده۔
نمبر۲۴۔ پهٔ یو ځاېٔ کښې ېٔ دَ سجدې ایت ولوست یا ېٔ سجده نه وَه کړې، چې هم پهٔ هغه ځاېٔ مانځه ته وُدریدو او هم هغه ایت ېٔ پهٔ مانځه کښې ووې اؤ پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ تلاوت سجده وُکړه دغه سجده دواړو ته کافې ده۔ البته که ځاېٔ ېٔ بدل کړې وې نو دویئمه سجده به هم کوې۔
نمبر۲۵۔ که دَ سجدې ایت ېٔ وُلوست او سجده ېٔ وُکړه بیا ېٔ پهٔ هغه ځاېٔ دَ مانځه نیت وُتړلو او هم هغه ایت ېٔ وُوې ددې دَ پاره به پهٔ ما نځه کښې خپله سجده کوې۔ هغه سجده کافې نه ده۔
نمبر۲۶۔ که دَ سجدې ایت لوستونکې ځاېٔ نه وې بدل کړې یَو ایت بیا بیا وائی اؤ دَ اؤریدونکې ځاېٔ بدلیږې۔ یؤ ځل یَو ځاېٔ کښې واؤریدو بیا بل ځاې کښې نو لوستونکې به یوه سجده کوې او اؤریدونکې چې څومره ځایه کښې اؤریدلې وې هغومره سجدې به کوې۔
نمبر۲۷۔ که اؤریدونکې هم پهٔ یو ځاېٔ ناست و او تلاوت کؤونکې ځاېٔ بدلوې نو اؤریدونکې به یوه سجده کوې او لوستونکې چې څومره ځایونه بدل کړې وې هغه هومره به کوې۔
نمبر۲۸۔ ټول سورة لوستل او دَ سجدې ایت پریښول داسې دې لکه دَ سجدې نه اِنکار کول۔
نمبر۲۹۔ که پهٔ سُورة کښې صرف دَ سجدې ایت وائی اؤ سورة نه وائی نو څه باک ېٔ نشته ۔ که پهٔ مانځه کښې داسې کوې نو شرط دادې چې دا ایت د، وړو دریؤ ایتونو هومره لوېٔ وې۔ خو ښه داده چې دَ سجدې دَ ایت سره پهٔ مانځه کښې دوه درې ایتونه نور هم ملګرې کړې۔
دَ بیمار دَ مانځهٔ طریقه
نمبر۱۔ مونځ پهٔ هیڅ حالت کښې پریښول ښه نه دې تر څو پورې چې ېٔ پهٔ ولاړې دَ کولو طاقت وې پهٔ ولاړې دِ ېٔ کوې۔که وُدریدې نه شې نو پهٔ ناستې دِ ېٔ کوې۔ پهٔ ناستې ناستې دِ رکوع کوې اؤ بیا دِ سجدې ته ځې۔ رکوع ته دِ سر دومره ټیټَوې چې دَ زنګونونو سره برابر شې۔
نمبر۲۔ که رکوع او سجده پهٔ ناستې هم نه شې کولې نو دواړو دَ پاره دِ پهٔ سر اِشاره کوې دَ سجدې دَ پاره دِ سر دَ رکوع نه زیات ښکته کوې۔
نمبر۳۔ دَ سجدې کولو دَ پاره اوچته تکیه یا بل څه کیښول اؤ ورباندې سجده کول ښه نه دې۔ که پوره سجده نشې کولې نو اِشاره دِ کوې۔ دَ تکیه ضرورت نشته۔
نمبر۴۔ که دَ اوریدو طاقت ېٔ وې خو پهٔ اوریدو کښې ورته تکیف وې یا ېٔ دَ مرض زیاتیدو خطره وې نو پهٔ ناستې ورته مونځ کول جائز دې۔
نمبر۵۔ که دَ اوریدو طاقت ېٔ وې۔ خو رکوع ته ټیټیدې نشې او سجده نشې کولې نو که پهٔ ولاړې رکوع اؤ سجدې ته اِشاره کوې اؤ که پهٔ ناستې کوې اختیار دې ورته ۔ خو پهٔ ناستې ښه ده۔
نمبر۶۔ که دَ ناستې طاقت ېٔ هم نه وې نو شاته دِ ورته اُوچت بالښت تکیه کړې۔ داسې دِ پریوځې چې سر ېٔ ښهٔ اُوچت وې۔ بلکه قریب قریب ناست وې ۔ پښې دِ قبلې طرف ته وُغزَوې۔ او که طاقت ېٔ وې نو راغونډې دِ ېٔ کړې۔ زنګونونه دِ وُدرَوې چې قبلې ته دَ پښو کولو نه بچ شې۔ بیا دِ دَ سر پهٔ اِشاره مونځ وُکړې۔ او که پهٔ بالښت تکیه هم نشې لګَولې نو نیغ دِ څملې پښې دِ قبلې طرف ته کړې او دَ سر لاندې دِ بالښت کیږدې۔ چې مخ ېٔ قبلې ته وې اسمان طرف ته نه وې۔ بیا دِ پهٔ اِشاره مونځ وُکړې۔ دَ سجدې دَ اِشارې دَ پاره دَ رکوع نه سر زیات ټیټَول پکار دې۔
نمبر۷۔ که نیغ نه څملې بلکه پهٔ ښې اَړخ یا ګس اَړخ باندې څملې چې مخ ېٔ قبلې ته شې نو هم جائز دې خو نیغ ملاستې ښه دې۔
نمبر۸۔ که دَ سر پهٔ اِشاره باندِې هم نشې کولې نو مونځ دِ نه کوې۔ بیا که دَ یو شپې ورځې نه زیات ېٔ دا حالت وو نو مونځ ورته معاف دې۔ د جوړیدو نه پس ورباندې قضا نشته۔ او که دَ شپې ورځې نه کم ورباندې داسې حالت بیا وو، بیا دومره ښه شو چې پهٔ اِشاره مونځ کولې شې نو دا تیر مونځونه دِ هم پهٔ اِشاره قضا وُجارباسې، دَ جوړیدو انتظار دِ نه کوې۔ هسې نه چې مړ شې، او ګُنهګار پاتې شې۔
نمبر۹۔ همدغَسې که روغ سړې بیهوشه شې۔ که بیهوشې ېٔ دَ یَو شپې ورځې نه کمه وه نو قضا ورباندې نشته۔
نمبر۱۰۔که دَ مانځه شروع کولو وخت کښې جوړ وو مانځه کښې ورباندِ داسې چل وُشو چې وُدریدې نشې نو باقې مونځ دِ پهٔ ناستې وُکړې که رکوع سجده نشې کولې پهٔ اِشاره دِ وُکړې که کښیناستې هُم نه شې نو پهٔ پروتې دِ پهٔ اِ شاره پوره کړې۔
نمبر۱۱۔ که مونځ ېٔ پهٔ ناستې شروع کړې وو۔ رکوع سجده ېٔ کوله پهٔ مینځ کښې دَ وُدریدو قابل شو نو باقې مونځ دِ پهٔ ولاړې وُکړې۔
نمبر۱۲۔ که دَ بیماریٔ پهٔ وجه ېٔ پهٔ اِشاره مونځ شروع کړې وو پهٔ مینځ کښې ېٔ رکوع سجدې طاقت وُشو۔ دا مونځ ېٔ لاړو دادِ نه پوره کوې، دَ سَره دِ ېٔ بیا شروع کړې۔
نمبر۱۳۔ دَ فالج یا بل څه ناجوړتیا پهٔ وجه که خپله پهٔ اوبو استنجا نشې کولې، نو پهٔ لُوټه یا کپړه دِ ځان ښه پاکوې۔ او همدَغَسې دِ مونځ کوې۔ تیمم که خپله نشې وَهَلې نو پهٔ بل چا دِ ېٔ وَهې که پهٔ لُوټه یا کپړه هم خپله ځان نشې پاکَولې نو پهٔ بل چا دِ ځان نه پاکَوې، همدغَسې دِ مونځ کوې۔ بل چا ته خپل بدن ښکاره کول ښه کار نه دې۔ نه مور پلار ته ، نه ځوېٔ لور ته، البته ښځه خاوند ته ، یا خاوند ښځې ته ځان ښکاره کولې شې۔
نمبر۱۴۔کهٔ روغوالی پهٔ ورځو کښې دَ چا نه څو مونځونه قضا شوې وو نو دَ ناجوړتیا پهٔ وخت کښې چې ېٔ کومه طریقه کولے شې هغَسې دِ ېٔ وُکړې دا انتظار دِ نه کوې، چې جوړ شم نو اوبه ېٔ کړم۔ یا چې مې دَ ناستې یا رکوع سجدې کولو طاقت وُشې نو وُبه ېٔ کړم۔ دا شیطانې خیالات دې۔دَ دینداریٔ خبره داده چې زر ېٔ وُکړې۔
نمبر۱۵۔ که دَ بیمار بِستره پلیته وه ۔ خو پهٔ بدلَولو کښې ورته تکیف وو نو هم پهٔ هغې کښې دِمونځ وُکړې۔
نمبر۱۶۔ که دَ چا دَ سترګو اپریشن کړې وو چې خوزیدل ورته ښه نه وو۔ پهٔ پروتې دِ مونځ کولې شې۔
نمبر۱۷۔ که چا معذور پهٔ اِ شاره مونځ شروع کړې وې۔ پهٔ اِشاره ېٔ رکوع سجده کړې وې او بیا ېٔ دَ رکوع سجدې کولو طاقت وُشو، نو دا مونځ ېٔ مات شو، دَ نوې سره به مونځ شروع کوې۔ او که پهٔ اِشاره کولو دَ پاره ېٔ نیت تړلې وو خو لا ېٔ پهٔ اَ شاره رکوع یا سجده نه وه کړې، چې ښه شو، نو پهٔ دغه نیت ورته نور مونځ کول جائز دې۔ نیت ېٔ صحیح دې۔
نمبر۱۸۔ که پهٔ مانځه کښې دَ اُوږد قرأت پهٔ وجه څوک ستړې شو۔ وُدریدل ورته ګران شو نو پهٔ دیواؔل،وُنؔه، یا همؔسا باندِ تکیه لګَول ورته مکروه نه دې۔ پهٔ تراویحو کښې اکثر بوډاګانو ته دا تکیف پیښیږې۔
دَ سفر مونځ
نمبر۱۔ که څوک یَو پړاؤ یا دوه پړاوه سفر وُکړې پهٔ دې سفر دَ شریعت څه حکم نه بدلیږې او پهٔ شریعت کښې ورته مسافر نه شې وئیلې هغه به ټول کارونه هم هغسې کوې څنګه چې خپل کور کښې کوې۔ څلور رکعته مونځ به هم څلور رکعته کوې او پهٔ موزو به یوه شپه ورځ مسح کوې۔ ددې نه زیات نشې کولې۔
نمبر۲۔ څوک چې دَ دریؤ پړاؤو سفر پهٔ اِراده دَ کوره وُوځې۔ هغه دَ شریعت پهٔ قانون کښې مسافر دې۔چې دَ خپل کلې دَ ابادیٔ نه بهر شې نو مسافر شو، څو پورې چې دَ ابادیٔ دَننه روان وې تر هغې مسافر نه دې۔ سټیشن که پهٔ ابادیٔ کښې دَننه وې نو دَ ابادیٔ پهٔ حکم کښې دې او که دَ ابادېٔ نه بهر وو، نو هلته به مسافر وې۔
نمبر۳۔ درې پړاوه ځاېٔ هغه دې، چې اکثر پیاده تلونکې هغه ځاېٔ ته پهٔ درې ورځې کښې رسې، زمونږ پهٔ ملک کښې چې دَ غرهٔ سفر نه وې اتهٔ څلویښت میله اندازه لګوُلې شوې ده۔
نمبر۴۔ که یَو ځاېٔ دومره لرې وې چې دَ بنیادم یا اوښ پهٔ چال درې پړاوه وِې لیکن تیز رفتار اس، ټانګه، موټر، لارې یا ګاډې کښې ورته پهٔ لږ وخت کښې رسیدې شې خو هم دَ شریعت پهٔ حکم مُسافر دې۔
نمبر۵۔ څوک چې مسافر وې هغه به دَ ماسپښین ، مازیګرؔ او ماؔسخوتن فرض مونځونه دوه دوه رکعته کوې، که جلتې ېٔ وې، نو دَ سحر دَ سنتو نه علاوه نور سنت پریښوې شې۔ او څه ګناه ېٔ نشته ، او که جلتې ېٔ نه وې، نه ېٔ دَ خپلو ملګرو نه دَ پاتې کیدو خطره وې نو سُنت دِ نه پریږدې۔ سنت به پهٔ سفر کښې پوره پوره کوې پهٔ دې کښې کمې نشته۔
نمبر۶۔ دَ سحؔر، ماښام، او وِترو پهٔ مانځه کښې هیڅ کمې نشته چې څنګه ېٔ همیشه کولو هم هغَسې به ېٔ کوې۔
نمبر۷۔ دَ ماسپښین ، مازیګر، او ماسخوتن فرض مونځونه پهٔ سفر کښې دوه رکعتونو نه زیات کول ګُناه ده۔ لکه چې دَ ماسپښین شپږ رکعته فرض کول ګُناه ده۔
نمبر۸۔ که پهٔ هیره ېٔ څلور رکعته وکړل او پهٔ دویئم رکعت ناست وو۔ التّحیات ېٔ وئیلې وه نو دوه رکعته ېٔ فرض شول اؤ دوه نفل ۔ او سجده سهو به کوې او که پهٔ دویئم رکعت نه وو ناست نو څلور واړه رکعته ېٔ نفل شول۔ فرض به بیا کوې۔
نمبر۹۔ که پهٔ لاره کښې چرته ایسار شو نو که دَ پنځلسو ورځو نه کمه اراده ېٔ کړې وې ۔ هم هغَسې مسافر دې۔ څلور رکعتیز مونځ به دوه رکعته کوې۔ او که پنځلس ورځې یا ددې نه زیات حصار وو نو اوس مسافر نه دې۔ پوره مونځ به کوې۔ اوس که ېٔ بیا اِراده بدله شوه او دَ پنځلس ورځو نه مخکښې ېٔ دَ روانیدو اراده وُکړه۔ بیا هم مسافر پاتې نه شو۔ مونځونه به پوره کوې چې کله ددې ځاېٔ نه روان شو که هغه ځاېٔ نه درې پړاوه لرې وې نو بیا به مُسافر شې۔ او که ددې نه کم وو نو مُسافر نه دې۔
نمبر۱۰۔ که درې پړاؤه مزل پهٔ اِراده دَ کوره روان شو خو داېٔ هم نیت دې چې پهٔ فلانی کلې کښې به پنځلس ورځې حصاریږم نو دې مسافر نه دې پهٔ ټوله لار به پوره مونځ کوې۔ اوس که هعه کلې ته دَ رسیدو نه پس ېٔ اراده بدله شوه۔ دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اراده ېٔ نه وه۔ هم به مُسافر نه وې پوره مونځ به کوې۔
نمبر۱۱۔ دَ یَو ځاېٔ نه دَ دریؤ پړاؤ مزل اِراده وه خو پهٔ لاره کښې ېٔ خپل کلې راځې، هم به مسافرل نه وې۔
نمبر۱۲۔ یَوه ښځه دَ څلور پړاوهٔ مزل پهٔ اِراده روانه شوه، خو ړومبې او دویئم پړاؤ ېٔ دَ جامو(حیض) پهٔ حالت کښې وو، هغه مسافره نه ده، دَ غُسل نه پس به پوره څلور رکعته کوې۔ البته که دَ جامو(حیض) نه دَ پاکیدو نه پس هم درې پړاوهٔ مزل پاتې وو، یا دَ روانیدو پهٔ وخت کښې پاکه وه۔ پهٔ لاره ېٔ جامې(حیض) راغلې نو دا مسافره ده دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۱۳۔ دَ مانځه کولو پهٔ مینځ کښې ېٔ دَ پنځلسو ورځو حصارتیا نیت وکړو، نو مسافر پاتې نه شو دغه مونځ به هم پوره کوې۔
نمبر۱۴۔ یو مُسافر پهٔ لار کښې دَ دوه څلورو ورځو دَپاره حصار شوې وو خو څه داسې کار پیښ شو چې پاتې پاتې کیدو۔ هره ورځ ېٔ دَ تلو نیت کولو خو تلې نه شو دغه شان پنځلس شل ورځې یا دَدې نه زیاتې شوې خو دَ پنځلسو ورځو حصاریدو اراده ېٔ نه وه کړې نو دې مسافر دې هر څومره ورځې چې ېٔ تیرې کړې دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۱۵۔ که دَ دریؤ پړاؤ مزل پهٔ اِراده روان وو خو چې تر څه ځایه لاړو نو اِراده ېٔ بدله کړه۔ کورته راواپس شو چې کله نه ېٔ دواپس کیدو اِراده کړې ده دَ هغې وخت نه مسافر نه دې۔
نمبر۱۶۔ که ښځه دَ خاوند سره پهٔ سفر روانه وه چې چرته هغه حصاریږې هلته به داهم حصاریږې دَ هغه نه بغیر نشې حصاریدې۔ پهٔ داسې وَخت کښې اعتبار دَ سړې دَ نیت دې۔ که دَ سړې اِراده دَ پنځلسو ورځو دَ حصارتیا سه نو ښځه هم مسافره پاتې نشوه۔ دَ حصارتیا نیت ېٔ وې او که نه او که دَ سړې اراده دَ لږو ورځو دَ حصارتیا وه نو ښځه هم مسافره ده۔
نمبر۱۷۔ که درې پړاوه سفر نه پس یٔو کلې ته وُرسیدو که دا ېٔ خپل کلې وې نو مسافر پاتې نه شو، دَ حصارتیا اِراده ېٔ لږه وه که ډیره او که خپل کور ې نه وونو که دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اِراده ېٔ کړې وَه نو مُسافر پاتې نشو۔ مونځونه به پوره کوې۔ او که نه ېٔ کلې وو او نه ېٔ دَ پنځلسو ورځو دَ حصارتیا اِراده کړې وه نو مسافر دې دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۱۸۔ یو سړې پهٔ سفر روان وو او پهٔ لاره کښې ېٔ څو ځایه دَ څو څو ورځو حصارتیا اِراده وه، خو پوره پنځلس ورځې چرته نه حصاریدو۔ دې به مسافر وې۔
نمبر۱۹۔ چاچې خپل کلې همیشه دَ پاره پریښو، بل ځاېٔ کښې ېٔ کور جوړ کړو اؤ هم هلته وسیدو۔ اوس هغه کلې ددهٔ کلې پاتې نشو، که دَ سفر پهٔ وخت ېٔ لاره کښې دغه زوړ کلې راغلو او دَ پنځلسو ورځو نه کم ورکښې حصاریدو نو مسافر به وې او دَ سفر مونځ به کوې، څو پورې چې دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اِراده ېٔ نه وې کړې۔
نمبر۲۰۔ که دَ چانه پهٔ سفر کښې مونځونه قضا شول چې کورته وُرسې نو هم به د ماسپښین،مازیګر،او ماسخوتن دَ مونځونو قضا دوه دوه رکعته جارباسې۔ او که سفر نه مخکښې ترې نه څلور رکعتیز مونځ قضا شوے وو۔ اؤ پهٔ سفر کښې ېٔ قضا جار باسې نو څلور رکعته به کوې۔
نمبر۲۱۔ ښځه چې همیشه دَسخر پهٔ کور ووسې نو دغه ېٔ اصلې کور شو که د پلار کور ېٔ دَ دریو ورځو پهٔ مزل وې او هلته ېٔ دَ پنځلسو ورځو نه کم پاتې کیدو اِراده کړې وې نو دَ سفر مونځ به کوې۔ اؤ که دَ سخر کره ېٔ دَ همیشه دَ پاره وسیدو نیت نه وې کړې نو دَ پلار کور ېٔ اوس هم اصلې وطن دې۔ که دَ لږو ورځو دَ پاره لاړه شې هم به مسافره نه وې۔
نمبر۲۲۔ پهٔ دریاب کښې کشتیٔ روانه وې اؤ مانځه وخت شو پهٔ روانه کشتېٔ کښې به مانځه ته وُدریږې خو که پهٔ ولاړې پرِ سر ګرزې نو پهٔ ناستې کولې شې۔
نمبر۲۳۔ پهٔ ګاډې کښې دَ مانځه هم دا حکم دې۔ که پهٔ ولاړې پرِ سر ګرزې نو پهٔ ناستې دِ کوې۔
نمبر۲۴۔ که پهٔ مانځه کښې ګاډې تاؤ شو او قبله بدله شوه ۔ نو پهٔ مانځه کښې به قبلې طرف ته مخ ګرزوې۔
نمبر۲۵۔ ښځه که درې پړاوه مزل باندې ځې نو بغیر دَ خاوند یا رشته دار نه چې پرده ېٔ ترِ نه وې (محرم) ورته دَ سفر اجازت نشته ۔ بې محرمه سفر کول ګُناه ده په یو پړاؤ یا دوه پړاوه ځې هُم ښه نه ده۔ پهٔ حدیث شریف کښې ډیره منع راغلې ده۔
نمبر۲۶۔ کوم رشته دار(محرم) چې دَ خداۓ رسولﷺ نه نهٔ ویریږې اؤ دَ شریعت پابندې نه کوې ، هغهٔ سره هم سفر کول ښهٔ نه دِې۔
نمبر۲۷۔ که ښځه پهٔ تانګه یا موټر کښې روانه وې اؤ دَ مانځه وخت شو۔ دَ سورلیٔ نه دې کوزه شې او یَو طرف ته دِ مونځ وکړې۔ که بُرقعه ورسره نه وې نو پهٔ څادر کښې دِ ځان راؤنغاړې او مونځ دِ وُکړې۔ داسې پړده کول چې مونځ ورپسې قضا شې حرام ده۔ پهٔ هره خبره کښې دَ شریعت حکم وړومبې دې۔ پرده هم تر هغې حده پکار ده تر کومې چې شریعت اجازه ورکوې۔ دَ شریعت نه وتل او خداۓ رسول ته ځان ملامته کول بیوقوفې ده۔ البته بې ضرورته پړده کښې سستې کول بې غیرتې او ګناه ده۔
نمبر۲۸۔ که څوک داسې ناجوړه وې چې پهٔ ناستې ورته مونځ جائز وې، هغه پهٔ ډولیٔ یا کجاوه کښې هم مونځ کولې شې۔ خو ډولیٔ چې دَ سړو پهٔ اُوږو وې نو مونځ ورکښې جائز نه دې۔ پهٔ زمکه دې ېٔ کیږدې دَغَسې کجاوه هم راکوزَول ضرورې دې۔
نمبر۲۹۔ که څوک داسې ناجوړه وې چې پهٔ ناستې ورته مونځ جائز وې هم پهٔ روانه ټانګه کښې مونځ نشې کولې۔ که ټانګه ېٔ وُدرَوُلې وې هم چې اَسپه ېٔ ترِ سپړدې نه وې مونځ ورکښې جائز نه دې۔ دغویانو دَ ګاډې هم دغه حکم دې۔
نمبر۳۰۔ که دَ اوښ یا ټانګې یا بلې سورلیٔ نه کوزیدو کښې دَ ځان یا مال خطره وې۔ نو کجاوه یا ټانګه کښې هم مونځ کولې شې۔
نمبر۳۱۔ که چا پهٔ دوه ؤ کلو کښې دَ پنځلسو ورځو دَ حصارتیا نیت وُکړو او دا دواړه کلې سره دومره لرې وې چې دَ یَو کلې اَذان پهٔ بل کلې کښې نه شې اوریدې لکه څوک لس ورځې پهٔ مکه معظّمه کښې دَ حصارتیا نیت وُکړې، اؤ پنځه ورځې پهٔ مِنٰی کښې۔ دَ مکې معظّمې نه مِنٰی درې میله لرې ده۔ نو داسې سړې مسافر دې۔ دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۳۲۔ او که دَغَسې پهٔ دوؤ کلو کښې دَ پنځلسو ورځو حصارتیا نیت کړې وو خو دا ېٔ خیال وو چې دَ شپې به یو کلې کښې وې او دَ ورځې پهٔ بل کلې کښې۔ نو چې کوم کلې کښې ېٔ دَ شپې نیت وې، هغه کلې نه دَ دریؤ ورځو پهٔ مزل وې نو هلته به مسافر وې۔ که نه وې هلته به مقیم وې۔
نمبر۳۳۔ او که په دَغه شکل کښې دواړه کلې سره دومره نِزدې وو چې دَ یَو کلې اذان پهٔ بل کلې کښې اؤریدې شې، نو هغه دواړه ځایُونه به یؤ ګنړلې شې اؤ که پهٔ دواړو کښې دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اراده وه نو دې مقیم شو، اوس به پوره مونځ کوې۔
نمبر۳۴۔ دَ مقیم سړې اقتداء پهٔ مسافر پسې پهٔ هر حالت کښې دُرست ده۔ دَ وخت مونځ وې اؤ که قضا۔ دوه رکعته وې او که څلور، خو پهٔ څلور رکعته مونځ کښې چې مُسافر اِمام پهٔ دوه رکعته سلام وُګرزَوې، نو مقیم مقتدې به پاسې اؤ دوه رکعته به دَ ځان سره پوره کړې۔ خو پهٔ دې کښې به قرأت نهٔ لولې چپ به ولاړ وې ځکه چې دَدهٔ حکم دَ لاحقؔ دې۔ او پهٔ دې مقتدې به هم اوله قعده فرض وې۔ دَ اِمام دَ تابعداریٔ پهٔ وجه ۔ مسافر اِمام ته پکار دې چې اول دَ خپل مسافر والی خبر مقتدیانو ته ورکړې، اؤ دَ سلام ګرزَولو نه پس هم وُوائی چې ”تاسو خپل مونځ پوره کړیٔ زهٔ مسافر یمٔ۔“
نمبر۳۵۔ مسافر هُم پهٔ مقیم پسې پهٔ ټولو وختې مونځونو کښې اقتداء کولې شې پهٔ قضا مونځونو کښې، دَ سحؔر،او ماښؔام کولې شې او دَ ماسپؔښین ،مازیګر، ماسخؔوتن نشې کولې۔ ځکه چې دَ اِمام دَ تابعداریٔ پهٔ وجه به دې هم څلور رکعته کوې۔ خو پهٔ اِمام باندِې ېٔ ړومبیٔ قعده فرض نهٔ ده۔ اؤ پهٔ دهٔ باندِې فرض ده۔ نو فرض کوونکې اقتداء به راشې پهٔ غیر فرض کوونکې پسې، او دا درست نه ده۔
نمبر۳۶۔ که یَو مسافر دَ مانځه پهٔ حالت کښې دَ اِقامت اراده وُکړه۔ که دَ مانځه پهٔ اول کښې وې، که پهٔ مینځ کښې اؤ که پهٔ اخر کښې خو دَ سجدهٔ سهو یا سلام ګرزَوَلو نه وړومبې ېٔ کړې وې۔ نو هغه به دا مونځ پوره کوې۔ دَ سفر مونځ نشې کولې۔ البته که دَ مانځه دَ وَخت تیریدو نه پس ېٔ نیت کړې وې یا لاحق وې۔ نو دَ هغه دَ نیت څهٔ اعتبار نشته ، که څلور رکعته مونځ وې، نو هم دوه رکعته به کوې، لکه یَو مسافر دَ ماسپښین مونځ شروع کړو، یَو رکعت ېٔ کړې وو چې وَخت تیر شو، اوس ېٔ اِقامت نیت وُکړو۔ نو دا نیت ېٔ څه اثر نهٔ لرې۔ دَ سفر مونځ به کوې۔ یا لکه یَو مسافر دَ بل مسافر مقتدې شې او لاحؔق شو پهٔ خپلو لاړو رکعتُونو کښې ېٔ دَ اِقامت نیت وُکړو۔ نو ددې نیت ېٔ څه اِعتبار نشته که دا دَ څلورو رکعتونو مونځ وو هم نو دوه رکعته به ېٔ کوې۔
په جمع مونځ کول
پهٔ جمع باندِ مونځ کول واجب یا سُنتِ مؤکده وې کم نه کم دَ دوه ؤ کسو پهٔ یو ځاېٔ مونځ کولو ته جمع وئیلې شې چې یَو ورکښې اِمام شې اؤ بل ورکښې مقتدې شې۔
نمبر۱۔ دَ اِمام نه علاوه چې یَو کس بل پهٔ مانځه کښې شریک شې نو دا جمع شې خواه هغه بل کس سړې وې که ښځه، غلام وې که ازاد بالغ وې اؤ که پوهه لرونکې نا بالغ۔ البته دَ جُمعې او اخترونو پهٔ مانځه کښې دَ اِمام نه عَلاوه کم نه کم درې کسه پکار دې۔
نمبر۲۔ دَ جمعِ دَ پاره دا ضرورې نه ده چې فرض مونځ دِ وې بلکه نفل مونځ هم پهٔ جمع باندِ کیدې شې۔ اِمام اؤ مقتدې دواړه نفل کوې اؤ که اِمام فرض کوې او مقتدې نفل۔ البته همیشه دَ پاره نفل پهٔ جمع کول۔ یا پهٔ نفلو کښې د دریؤ کسو نه زیاته جمع جوړَول مکروه دې۔
دَ جمعِ دَ مانځه فَضِیلت اؤ تاکید
دَ جمعِ پهٔ فضیلت او تاکید کښې دومره ډیر احادیث راغلې دې که دا ټول پهٔ یو ځاېٔ کښې جمع شو نو یوه غټه رساله به ترینه جوړه شې۔ دَ هغې دَ کتو نه دا پهٔ یقین سره معلومیږې چې دَ مانځه دَ تکمیل دَپاره جماعت ډیر ضرورې دې۔ رسول الله ﷺ هیچرې هم جماعت نه دې قضا کړې دَ ناجوړتیا پهٔ ورځو کښې چې خپله د ګرزیدو طاقت هم نه وو، دَ دوؤ کسو پهٔ اُوږو ېٔ لاس اچولې وو۔ جماعت ته راغلې وو او پهٔ جمع ېٔ مونځ کړې وو۔ دَ جمعِ پریښونکې نه به هغوېٔ سخت خفه کیدل او داسې کسانو ته ېٔ دَ سختې سزا خواهش کړې دې، بې شکه پهٔ شریعتِ محمّدې کښې دَ جمعِ دَ مانځه ډیر اِهَم عبادت تکمیل کوې دَ هغې هم زیات تاکید پکار دې۔ مونږ دلته وړومبې یَو ایت لیکو چې ځنې علماءُ ترینه دَ جمعِ دَ مانځه حکم راویستې دې۔ او بیا به یَو څو حدیثونه اولیکو۔ الله تعالیٰ فرمائیلې دې۔”ورکعو مَعَ الرَّاکِعِین“ یعنې مونځ کوېٔ دَ مونځ کوونکو سره پهٔ یو ځاېٔ ۔ پهٔ دې ایت کښې دَ جمعِ دَ مانځه صریح حکم دې۔ خو بعضې مفسّرینو دَ رکوع معنٰې ۔۔۔۔۔۔ لیکلې ده۔ پهٔ دې وجه ترینه فرضیت نه ثابتیږې۔
حدیث نمبر۱۔ اِبنِ عمر رضې الله عنه روایت کوې چې حضور اکرم ﷺ فرمائیلې دې” دَ جمعِ پهٔ مانځه کښې دَ یَوازې مونځ کولو نه اُوویشت درجې زیات ثواب دې۔“
حدیث نمبر۲۔ اُبی اِبنِ کعب رضې الله عنه روایت کوې چې رسولِ اکرم ﷺ فرمائیلې دې ”دَ یَوازې مونځ کوونکې نه دَ دویئم کَس سره مونځ بهتر دې اؤ دَ یو کس نه دَ دوه ؤ کسانو سره نور هم بهتر دې۔ څومره چې جمع لویه وې هغه هومره دَ الله تعالیٰ ډیره خوښه وې۔“
حدیث نمبر۳۔ انس بنن مالک رضی اللهُ عنه راوې دې چې دَ بنی سلمٰې قبیلې خلقو اراده وُکړه چې خپل زاړهٔ کورونه پریږدې اؤ دَ مسجد نبوې پهٔ خوا کښې کورونه واخلې (ځکه چې هغوېٔ کورونه دَ مسجد نبوې نه لرې وو) ۔ رسولِ کریم ﷺ هغوېٔ ته وُفرمائیل” چې ولې تاسو پهٔ قدمونو کښې کوم چې پهٔ زمکه اَخلېٔ ثواب نه ګنړیٔ۔ ددې نه معلومه شوه چې څوک چې دَ څومره لرې نه جماعت ته راځې دَ هغوېٔ به ډیر ثواب کیږې۔
حدیث نمبر۴۔ رسول الله ﷺ فرمائیلې دې۔ ” څومره وخت چې دَ مانځه پهٔ انتظار کښې تیر شې هغه ټول پهٔ مانځه کښې حسابیږې۔
حدیث نمبر۵۔ نبې کریم ﷺ یوه شپه دَ ماسخوتن پهٔ جمع کښې شریکو اصحابو رضې الله عنه ته ووې چې”خلقو به مونځ کړې وې اُودهٔ شوې به وې او ستاسو دا ټول وَخت کوم چې پهٔ انتظار کښې تیر شو پهٔ مانځه کښې حساب شو۔
حدیث نمبر۶۔ مرید اسملې رضې الله عنه روایت کوې چې رسول اکرم ﷺ فرمائیلې دې۔ څوک چې پهٔ توره شپه کښې دَ جمعِ دَ پاره جماعت ته ځې هغوېٔ ته زیرې ورکړیٔ چې قیامت پهٔ ورځ به دَ هغوېٔ دَ پاره پوره رڼا وې۔
حدیث نمبر۷۔ حضرت عثمان رضې الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې۔ څوک چې دَ ماسخوتن مونځ دَ جمعِ سره وُکړې هغهٔ ته به دَ نیمې شپې دَ عبادت ثواب ورکیدې شې۔ او څوک چې دَ ماسخوتن او سحر دواړه مونځونه دَ جمعِ سره وکړې هغهٔ ته به دَ ټولې شپې دَ عبادت ثواب ورکیدې شې۔“
حدیث نمبر۸۔ حضرت ابو هریره رضې الله عنه روایت کوې یوه ورځ رسول اکرم ﷺ وفرمائیل چې ” زما پهٔ زړهٔ کښې دا اِراده پیدا کیږې چې چاته دَ لرګو جمعَ کولو حکم وکړم بیا دَ اَذان حکم ورکړم۔ بیا یَو کَس ته دَ اِمامتیٔ اووایم۔ اؤ خپله دَ هغو خلقو پهٔ کورونو وُګرزم څوک چې دَ جمعِ مانځه ته نهٔ راځې او دَ هغویٔ کورونو ته اور ورته کړم۔“
حدیث نمبر۹۔ پهٔ یو روایت کښې راځې ”که زما سره دَ وړو بچو او ښځو خیال نه وې نو زهٔ به دَ ماسخوتن پهٔ مانځه کښې مشغول شوې وُم او خادمانو ته به مې حکم ورکړې وو چې دَ دوېٔ کورونه سره دَ دوېٔ او سره دَ مال اسباب وُسوزَوې۔“ (مسلم) دَ ماسخوتن تخصیص پهٔ دې حدیث کښې پهٔ دې ۔۔۔۔۔۔ معلومیږې چې دا وَخت دَ خوب دې ټول خلق پهٔ کورونو کښې وې۔ اِمامِ ترمزي فرمائیلې چې دغه مضمون دَ اِبنِ مسعود رضې الله عنه، ابودروا رضې الله عنه، ابنِ عباس رضې الله عنه، او جابر رضې الله عنه، نه هم ۔۔۔۔۔ شوې دې۔ دا ټول دَ لوېٔ درجې اصحاب دې۔
حدیث نمبر۱۰۔ دَ ابودراء رضې الله عنه نه ورایت دې۔ رسولِ اکرم ﷺ فرمائیلې دې چې ”چې یو ابادې یا ځنګل کښې که درې مُسلمانان وې اؤ پهٔ جمع مونځ نه کوې بیشکه پهٔ هغویٔ به شیطان غلبه وُکړې پس اې ابودؔراء د جمع مونځ په ځاېٔ لازم کړه ګوره (شیطان) پړانګ هغه ګډه(انسان) ماتوې (خطا کوې) کوم چې دَ رَمې (جماعت نه) جدا شې۔
حدیث نمبر۱۱۔ اِبنِ عباس رضې الله عنه دَ نبې کریم ﷺ نه روایت کوې” چې کوم سړې اذان واؤریدو اؤ جماعت ته رانغلو اؤ هغه ته څه عُذر نه وو نو کوم مونځ چې هغه ځانته کوې، خدایٔ پاک ته مقبول نه دې“۔ اصحابو عرض وُکړو چې هغه عذر۔۔۔ دې۔ حضور ﷺ وفرمائیل چې خوف یا مرض په دې حدیث کښې دَ خوف یا مرض څهٔ تفصیل نشته خو په نورو احادیثو کښې تفصیل راغلې دې۔
نمبر۱۲۔ حضرت محجنؓ فرمائی چې یَو ځل زه دَ نبې کریم ﷺ سره وُم چې پهٔ دې کښې اذان وُشو، رسول الله ﷺ پهٔ مانځه شروع وُکړه او زه په خپل ځاېٔ کښیناستم چې حضور ﷺ دَ مانځه نه فارغ شو نو ماته ېٔ وُفرمائیل ”اې محجنؓ! تا ولے دَ جمعِ سره مونځ وُنکړو۔ ولې ته مسلمان نه ېٔ“ ما عرض وُکړو یا رسول الله ﷺ زه مسلمان خو یئم خو ما مونځ کور کښې کړې وو۔ حضور ﷺ وفرمائیل ” چې کله جماعت ته ۔۔۔۔۔۔۔ اؤ خلق په جمع مونځ کوې نو ته هُم دَ هغوې سره پهٔ جمع کښې شریکیږه اګر چې کور دِ مونځ کړې وې۔“ لږ غوندې پهٔ دې حدیث غور وُکړېٔ وګوریٔ۔ رسول الله ﷺ خپل محبوب صحابیؓ ته جعِ سره مونځ نه کولو باندِ څومره پهٔ سختو الفاظو تنبیه ورکړه” چې ولې ته مسلمان نه ېٔ“
دا یو څو حدیثونه دَ نمونې پهٔ طور ذکر شو۔ اوس دَ نبې کریم ﷺ دَ خوږو اصحابو یو څو اقوال لیکو چې هغوې به دَ جمعِ احترام کولو اؤ دَ جمعِ ترک به ېٔ څومره بد ګنړلو۔ او ولې به ېٔ نه ګنړلو دَ رسول الله ﷺ د اطاعت اؤ رضا به دَ هغویٔ نه زیات خیال چا ساتلو۔
اثر۱۔ اسودؓ وائی چې یوه ورځ مونږ دَ حضرت عائشېؓ پهٔ خدمت کښې حاضر وو چې دَ مانځه دَ پابندیٔ او دَ مانځه دَ فضیلت ذکر راغلو۔ حضرت عائشېؓ پهٔ تائید کښې دَ حضرت پاک ﷺ دَ مرض وفات ذکر وُکړو چې یوه ورځ دَ مانځه وخت شو۔ اَذان وُشو، نو حضرت وُفرمائیل چې اَبوبکرؓ ته وائی چې امامتې وُکړې۔ عرض وُشو چې ابوبکرؓ د نرم زړهٔ سړې دې که دِ تاسو پهٔ ځاېٔ وُدریږې نو بې طاقته به شې مونځ به پوره نه کړې شې۔ هغویٔ بیا هم هغَسې وُفرمائیل اؤ بیا دغه جواب ورکړې شو، نو حضرتﷺ وفرمائیل چې تاسو داسې خبرې کوې لکه یوسف علیه السلام سره چې دَ مِصر ښځو کولې۔ ابوبکرؓ ته وُوائی چې امامتی وکړې۔خیر حضرت ابوبکرؓ امامتیٔ کولو دَ پاره راوُوتو۔ پهٔ دې وخت کښې حضرت لږ غوندِ ارام محسوس کړو نو دَ دوؤ کسو پهٔ اُوږو ېٔ لاس واچوَل او بهر ته وُوتو هغه حالت اوس هم زما په سترګو کښې دې چې هغویٔ دَ ډیرې کمزوریٔ نه پهٔ ځان پسې پښې راکښلې۔ هلته حضرت ابوبکرؓ مونځ شروع کړې وو چې حضور ﷺ وُلیدو نو اراده ېٔ وُکړه، چې روستو شې خو هغویٔ منعَ کړو او هغه مونځ ابوبکرؓ پوره کړو۔
اثر۲۔ یوه ورځ امیر المومنین حضرت عمرؓ دَ سحر مانځه کښې سلیمان بن ابی حثمه وُنهٔ لیدو نو دَ هغه کورته لاړو اؤ دَ هغه دَ مور نه ېٔ تپوس وُکړو چې نن سحر سلیمان زما پهٔ نظر رانغلو۔ هغې ورته ووې چې هغه ټوله شپه مونځ کولو پهٔ دې وخت کښې خوب وراغلو اودهٔ پاتې شو۔ حضرت عمرؓ وفرمائیل چې ماته دَ سحر مونځ دَ جمعِ سره دَ ټولې شپې عبادت کولو نه زیات خوږ دې۔ شیخ عبدلحق محدّث دهلوې رحمته الله علیه لیکلې دې چې ددې حدیث نه صفا معلومیږې چې دَ سحر مونځ پهٔ جمع کولو کښې دَ تهجّدو دَ مانځه نه زیات ثواب دې ځکه بعضِ عُلماوُ لیکلې دې چې که پهٔ شپه رونړوُلو کښې دا خطره وې چې دَ سحر مونځ به ترِ قضا شې نو پریښول ېٔ ډیر ښه دې۔
اثر ۳۔ حضرت اِبنِ مسعودؓ فرمائیلې دې چې بیشکه مونږ ازمیښت کړې دې پهٔ خپل ځان او پهٔ ټولو اصحابو بې شکه تَرک دَ جمعِ نه کوې مګر څرګند منافق یا بیمار به هم دَ دوؤ کسو پهٔ تکیه جماعت ته راتلو۔ بیشکه رسول اللهﷺ مونږ ته دَ هدایت ټولې لارې ښیلې دې۔ یو دَ هغې نه مونځ دې پهٔ هغې جماعت کښې چې هلته اذان کیږې۔ یعنې دَ جمع مونځ هم ددوېٔ نه بل روایت دې۔ فرمائی چې دَ چا خواهش وې چې صبا
(پهٔ قیامت کښې) دَ الله تعالٰی پهٔ مخکښې مسلمانان لاړ شې نو هغه ته پکار دې چې پنځه واړه وخته پابندیٔ سره هغه ځاېٔ کښې مونځ کوې چرته چې اذان کیږې(یعنې دَ جمعِ مونځ کیږې) بیشکه الله تعالیٰ زمونږ نبېﷺ ته دَ هدایت طریقې ښیئلې دې۔ او دا مونځ هم پهٔ هغې طریقو کښې دې که تاسو هم پهٔ خپل کور کښې مونځ کویٔ څنګه چې به منافقو کولو تاسو نه دَ خپل نبې ﷺ طریقې پاتې شې اؤ که دَ خپل نبیﷺ طریقه مو پریښوه نو تاسو به ګُمراه شیٔ۔ او څوک چې اؤدس وُکړې اؤ دَ مانځه دَ پاره جماعت ته روان شې هغه ته به پهٔ هر قدم ثواب ورکیدې شې۔ اؤ یَو درجه ورکیدې شې او ګُناه ېٔ معاف کیږې مونږ لیدلې دې چې جماعت به نه پریښو مګر منافقو۔ زمونږ خو حالات دا وو چې دَ بیماریٔ پهٔ حالت کښې به دَ دوه ؤ کسو پهٔ تکیه جماعت ته راوستې شو او دَ صفونو مینځ کښې به اودرَوُلې شو۔
اثر۴۔ یو ځل یَو سړې دَ اذان نه پس دَ جماعت نه بې مونځ کولو اووتو نو ابوهریرهؓ وُفرمائیل چې دې سړې دَ رسول الله ﷺ نا فرمانې وکړه او دَ هغهٔ پاک حکم ېٔ وُنهٔ منلو۔ وُګورېٔ ابو هریرهؓ دَ جمعِ ترک کوونکې ته څهٔ اووې اوس هُم یَو مُسلمان دَ جمعِ ترک کولو جرأت کولې شې څوک مُسلمان به دا خوښه کړې چې دَ حضورﷺ نافرمانې وُکړې۔
اثر۵۔ حضرت اُمّ درداءؓ فرمائی چې یوه ورځ ابو درداءؓ کورته راغلو اؤ سخت غصه وو۔ ماترینه تپوس وُکړو چې دا پهٔ څهٔ دومره غُصه ېٔ۔ هغوېٔ وفرمائیل چې قسم پهٔ خداۓ زهٔ دَ رسول الله ﷺ پهٔ اُمت کښې اوس هیڅ خبره نه وینم سِوا ددې نه چې پهٔ جمع مونځ کوې(یعنې اوس دا هم پریښو)
اثر۶۔ دَ نبی کریمﷺ اصحابو نه دا روایت دې چې حضرت ﷺ فرمائیلی دڅوک چې اذان واؤرې اؤ دَ جمعِ سره مونځ ونهٔ کړې دَ هغه هډو مونځ نهٔ کیږې۔ اِمامِ ترمذېؒ لیکلې دې چې دا حکم تاکید دې۔ مطلب دادې چې بې عُذره دَ جمعِ ترک کول جائز نه دې۔
اثر۷۔ مجاهدؓ دَ ابنِ عباسؓ نه تپوس وکړو چې کوم سړې چې ټوله ورځ ورژه نیسی اؤ ټوله شپه مونځ کوی خو دَ جُمعې پهٔ مانځه او دَ جمعِ پهٔ مانځه کښې نه شریکیږې دَ هغهٔ متعلق دَ ستا څهٔ خیال دې؟ هغه وفرمائیل” دوزخ ته به ځې“ اِمامِ ترمذېؒ لیکې چې که دَ جُمعې او جمعِ مرتبه کمه ګنړې نو دا حکم ېٔ دې ځکه چې احکامِ شرعې سپک ګنړل اؤ دَ هغو تحقیر کول کفر دې۔ اؤ کافر به پهٔ دوزخ کښې وې او که سپک ېٔ نه ګنړې خو دَ سستېٔ نه ېٔ نه کوې نو بیا ېٔ مطلب دادې چې دَ لږو ورځو دَ پاره به دوزخ ته ځې۔ همیشه دَ پاره به ورکښې نه وې۔
اثر۸۔ دَ سلفِ صالحینو دا دستور وو چې دَ چانه به دَ جمعِ مونځ قضا شو۔ اووهٔ ورځې به هغهٔ ته دَ تعزیت دَ پاره ورتلو۔
دَ اَصحابو اَقوال هُم لږ غوندې بیان شو۔ اوس وګورېٔ چې مجتهدینو او علماؤ دَ جمعِ څومره خیال ساتلې دې۔ او دې ته ېٔ څومره اَهمیّت ورکړې دې۔
نمبر۱۔ دَ اِمام احمدؒ دَ بعضې مقّدینو دا خیال دې چې بِلاعذرَ بغیر دَ جمعِ مونځ نه صحیح کیږې۔ دَ مانځه دَ صحت دَ پاره جمعَ شرط ده۔
نمبر۲۔اِمام احمدؒ صحیح مذهب دادې چې جماعت فرضِ عین دې۔ اګر چې دَ مانځه صحت دَ پاره شرط نه دې دَ اِمام شافعېؒ دَ بعضِ مقدّینو هم دا خیال دې۔
نمبر۳۔ دَ اِمامِ شافعېؒ دَ بعضې مقّلدینو پهٔ خیال جماعت فرض کفایه دې۔ پهٔ اَحنافو کښې دَ اِمامِ طحاویؒ چې ډیر لوېٔ فقیه او محدّث دې، هُم دا مذهب دې۔
نمبر۴۔ دَ اَحنافو دَ اکثرو محقیقینو پهٔ مذهب جماعت واجب دې۔
نمبر۵۔ دَ اَحنافو دَ اَکثرو علماؤ پهٔ خیال جماعت سنّت مؤکدّه دې خو دې حکم د واجبو کښې دې۔
نمبر۶۔ زمونږ فقهاؤ لکلې دې چې که پهٔ یو کلې کښې خلقو دَ جمعِ مونځ پریښو او پهٔ وئیلو باندې ېٔ هم نه کوې۔ نو دَ هغو سره جنګ کول حلال دې(چې پهٔ زورور باندِ دَ جمعِ مونځ وُکړې)
نمبر۷۔ بې عُذره دَ جمعِ ترک کوونکې ته سزا ورکول پهٔ بادشاهِ وقت باندِ واجب دې او دَ هغهٔ ګاونډیان که ورته پهٔ دې ناکاره کار باندِ څهٔ نه وائی نو ګنهګار دې۔
نمبر۸۔ که جماعت ته تلو کښې دَ اِقامت دَ اؤریدو انتظار کوې نو ګنهګار دې۔ دَ اذان اؤریدو سره تلهٔ پکار دې۔ ځکه که دَ اِقامت نه پس ځې نو دَ یو رکعت یا ټول مونځ فوت کیدو خطره وه۔ دَ اِمام محمدؒ نه روایت دې۔ چې دَ جُمعِ مانځه ته پهٔ تیز قدم تلل جائز دې۔ که څهٔ خاص تکیف ورکښې نهٔ وې۔
نمبر۹۔ بې عُذره جمعَ ترک کوونکې ګنهګار دې او دَ هغهٔ قبلَول نه دې پکار۔
نمبر۱۰۔ که یَو سړې شپه ورځ دینې مسٔلې لولَوې اؤ دَ جمعِ مانځه ته نه حاضریږې هغه هم ګنهګار دې اؤ ګَواهې بهٔ ېٔ قبوله نه وې۔
دَ جمعِ دَ مانځهٔ حِکمت اؤ فائدې
پهٔ دې باره کښې عُلماءِ کرامو ډیر څه لکلې دې خو زما پهٔ نظر دَ شاه ولی الله صاحب محدّث دهلوې تقریر دَ ټولو نه زیات لطیف اؤ فائده مند دې دَ اِختصار پهٔ غرض دَ هغوېٔ دَ کلام خلاصه دلته پیش کوو۔ هغوېٔ فرمائی۔
نمبر۱۔ ددې نه زیات مفید هیڅ شې هم نشته چې یَو عبادت رسمِ عام شې پهٔ داسې طریقه چې دَ خلقو عادت وُګرځې اؤ څنګه چې عادت پریښول ناممکن وې دغَسې بیا ددې عبادت پریښول هُم ناممکن شې۔ او هیڅ یو عبادت دَ مانځه نهٔ ضرور نشته چې هغه ددې اِهتمام لائقِ وې۔
نمبر۲۔ پهٔ مذهب کښې هر څنګه خلق وې عالمان هم اؤ جاهلان هم۔ نو مصلحت پهٔ دې کښې دې چې ټول پهٔ جَمع پهٔ یَو ځاېٔ کښې عبادت کوې که دَ یَو نه څه غلطې کیږې نو بل ورته تعلیم ورکوې په دې طریقه دَ ټولو عبادت مکمل شې ګویا دَ الله تعالٰی دا عبادت یَو کالې دې چې دَ کره کولو دَ پاره یَو جمعِ ته پیش شې ټول کره کوونکې ېٔ پهٔ غور سره وُګورې که څه نقص ورکښې بیا مومې هغه ترې نه وُباسې اؤ که څه ښهٔ والې ورکښې اووینې دَ هغې صفت وُکړې۔ اؤ خوښ ېٔ کړې نو دا جماعت دَ مانځه دَ تکمیل یَو اَهمه ذریعه ده۔
نمبر۳۔ څوک چې مونځ نه کوې دَ هغویٔ پته هم وُلګې۔ اؤ وعظ کولو موقع ورته پهٔ لاس ورشې۔
نمبر۴۔ مسلمانانو پهٔ جَمعَ باندِې عبادت کول او دَ الله نه پهٔ جمعَ دُعا غوښتل دَ مقبولیت خاص تاثیر لرې او دَ الله تعالیٰ خاص رحمت پرِ نازلیږې۔
نمبر۵۔ دَا اُمت الله تعالیٰ دې دَ پاره راستوَلې دې چې دَ حق اواز راوچت شې او کفر مغلوب او کمزورې شې او دا هله ممکنه ده چې دَ مسلمانانو دَ عبادت داسې یوه طریقه مقرّر شې چې ټول مُسلمانان لوېٔ واړهٔ،خاص و عام، مسافر او مقیم ټول پهٔ یو ځاېٔ دَ یو خاص عبادت دَ پاره جمعَ کیږې۔ او خپل اتفاق، اخلاص او شان و شوکت مظاهره کوې۔ پهٔ دغه وجه شریعت محمدېﷺ دَ جمعِ مانځه ته ډیره توجه کړې ده۔ دَدې ترغیب ېٔ ورکړې دې اؤ دَ پریښو ېٔ سخته منعَ کړې ده۔
نمبر۶۔ پهٔ جمعَ کښې بله غټه فائده دا هم ده چې مُسلمانان دَ یَو بل دَ حال نه خبر شې۔ دَ یو بل سره پهٔ غم درد کښې شریک شې او دَ خپل دینې او ایمانې محبت دَ اظهار موقع پهٔ لاس ورشې۔ اؤ دغه محبت اؤ دَ یو بل سره پهٔ غم درد کښې شریکیدل دَ شریعت غټ مقصد دې۔ ځاېٔ پهٔ ځاېٔ قران کښې ددې تعلیم ورکړې شوې دې۔ او پهٔ احادیثو کښې دَدې فضیلت بیان کړې شوې دې۔
افسوس چې نن زمانه کښې دَ جمعِ ترک کول یَو عام عادت ګرزیدلې دې۔ عام خلق څهٔ چې ښهٔ تعلیمیافته خلق هم پهٔ دې مصیبت کښې اَخته دې۔ افسوس چې اکثر خلق احادیث لولې پهٔ معنېٰ ېٔ ښهٔ پوهیږې او سره دَدې دَ هغوېٔ پهٔ سختو زړونو دَ جماعت دَدې دومره سخت تاکید هیڅ اَثر نه کیږې۔ دَ قیامت پهٔ ورځ چې دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې دَ هر څه نه اول دَ مانځه مقدمې پیش کیږې۔ او دَ مانځه نه ادا کوونکو یا پهٔ پوره طریقهٔ نهٔ لوستونکو نه به تپوس پیش کیږې۔ نو دویٔ به څهٔ جواب ورکوی؟۔
دَ جمعِ دَ واجب کیدو شرطونه
دَ جمعِ دَ واجب کیدو دَ پاره وړومبې (۱) شرط دادې چې نارینه وې پهٔ ښځه نشته(۲) چې بالغ وې پهٔ نابالغو نشته(۳) چې اذاد وې پهٔ غلام واجب نهٔ دې۔(۴)چې دَ ټولو عذرونو نه خالې وې۔ دَ عذر پهٔ حالت کښې واجب نهٔ ده بیا هم ښه داده چې مونځ پهٔ جمع وُکړې۔ دَ ترکِ جماعت عذرونه څوارلس دې۔
۱۔ دومره جامې ورسره نه وې چې خپل ستر پرې پټ کړې
۲۔دَ جماعت پهٔ لاره کښې خټې وې چې تلهٔ ورته ګران وې۔ اِمام ابو یوسفؒ دَ اِمام اعظمؒ نه تپوس وُکړو چې پهٔ خټو کښې جماعت ته تلل څنګه دې؟ هغوېٔ وُفرمائیل چې جَمعِ پریښول پهٔ هیڅ حال کښې ښهٔ نه دې۔
۳۔ چې ډیر تیز باران وې۔ او اِمامِ محمدؒ پهٔ موطاؔ کښې لیکلې دې، چې پهٔ تیز باران کښې نه تلل جائز دې۔ خوښه داده چې لاړ شې او دَ جَمعِ سره مونځ وُکړې۔
۴۔ سخته یخنې وې چې بَهر وَتلو کښې دَ ناجوړتیا خطره وې۔
۵۔ دَ کورنه وَتلو کښې دَ مال و اسباب ۔۔۔۔ خطره وې۔
۶۔ پهٔ لاره کښې دَ چا دښمن نه ویره وې۔
۷۔ جماعت ته پهٔ تلو کښې دَ چا قرضخواه سره لیدلو او دَ هغه نه ورته دَ تکیف رسیدلو خطره وې پهٔ دې شرط چې دې پهٔ قرض ادا کولو قادر نه وې۔ اؤ که سره دَ طاقت نه ېٔ نه ورکوې۔ نو دې ظالم او ګنهګار دې اؤ دَ جماعت نه پاتې کیدو اجازت ورته نشته۔
۸۔ توره تیاره وې چې لاره نه شې لیدې اؤ دَ رڼا څه سامان ورسره نه وې که دَ رڼا انتطام کیدې شو نو جَمعَ پریښول جائز نه دې۔
۹۔ شپه وې اؤ سخته سیلیٔ چلیږې۔
۱۰۔ دَ چا مریض تیماردارې کوې که دې ترینه لاړ شې نو هغهٔ ته تکیف رسیدو خطره وې۔
۱۱۔ خوراک تیاروې او دې دومره وُږې وې چې بې خوراکه ېٔ پهٔ مانځه کښې زړهٔ نه لګې۔
۱۲۔ دَ وړو یا لویو بولو ورته سخت حاجت وې۔
۱۳۔ دَ سفر اراده ېٔ وې اؤ دا خطره وې چې قافله به ترِ روانه شې۔ ریل ګاډې هم پهٔ دې قیاس کولې شې خو دا فرق ورکښې شته چې قافله بیا ډیرو ورځو کښې تیاریږې اؤ ګاډې دَ ورځې ګنړ ځې۔ که یو ترِ لاړ شې نو بل کښې تلې شې۔ البته که داسې ضرورې کار وو چې ددغې ګاډې نه پاتې کیدو کښې تکلیف وې نو بیا دِ جَمعَ پریږدې۔
۱۴۔ څه داسې بیمارې وې چې ګرزیدلې نه شې۔ ړُوند وې یا ګُډ وې۔ یا ېٔ پهٔ پښه زخم یا دانه وې۔ یا بل څه وجې نه ورته ګرزیدل ګران وې۔ کوم ړوند چې پهٔ اسانه جماعت ته خپله تلې شې هغهٔ ته جمعَ پریښول جائز نهٔ دې۔
دَ جمعِ دَ صحیح کیدو شرطونه
شرط (۱) اسلام دَ کافرو امامتې درست نهٔ ده(۲)۔۔۔۔۔۔کیدل، د مست بیهوشه یا لیونې جَمع صحیح نهٔ ده، (۳)مقتدې ته دَ مانځه دَ نیت سره دَ اِمام دَ اقتداء نیت هم کول چې زه دا مونځ کوم په ۔۔۔ امام پسې(۴) دَ اِمام او مقتدې دواړو ځاېٔ یو کیدل حقیقتاً یو وې لکه ۔۔۔ پهٔ یو جماعت یا یَو کور کښې ولاړ وې۔ یا حکماً یو وې لکه اِمام دَ دریاب پهٔ یو غاړه ولاړ وې په دریاب پُل وې څهٔ مقتدیان په دې غاړهٔ ولاړ وې خو څهٔ پهٔ پُل هم ولاړ وې۔ برابر ېٔ صفونه جوړ کړې وې۔ نو ددې غاړې مقتدیان ۔۔۔۔ حقیقتاً په جُدا ځاېٔ کښې ولاړ دې دریاب ېٔ پهٔ مینځ کښې حائیل دې خو پهٔ دریاب پُل دې او پهٔ پُل هم مقتدیان ولاړ دې نو دا دواړه غاړه ځکه یو ځاېٔ ګنړلې شې۔(۵) دَ مقتدې اؤ اِمام دواړو مونځ یو کیدل که دَ دواړو مونځ جُدا جُدا وې لکه اِمام دَ ماسپښین مونځ کوې او مقتدې دَ مازیګر، نو اِمامتې ېٔ نه صحیح کیږې۔ البته که اِمام فرض مونځ کوې او مقتدې نفل نو نیت ېٔ درست دې ځکه چې دَ اِمام مونځ قوې دې۔ او که اِمام نفل کوې او مقتدې فرض نو درست نه دې ځکه چې دَ اِمام مونځ کمزورې دې او دَ قوې اقتدا پهٔ کمزورې پسې نه کیږې۔ که مقتدې تراویح کوې او اِمام نفل نو هم صحیح نه ده ځکه چې دَ اِمام مونځ ترِ کمزورې دې۔
(۶) دَ اِمام مونځ صحیح کیدل ۔۔ که دَ اِمام مونځ پهٔ څه وجه فاسد شونو دَ ټولو مقتدیانو به فاسد شې۔ دافساد پهٔ مانځه کښې معلوم شې که دَ مانځه نه پس، لکه دَ اِمام پهٔ جامو څهٔ پلیتې لګیدلې وې او دَ مانځه ختمیدو نه پس ېٔ ولیده نو اِمام او مقتدیان به ټول هغه مونځ دوباره کوې۔
(۷) چې مقتدې دَ اِمام نه وړاندې نه وې ولاړ وروستو ولاړ وې ، لکه برابر، مقتدې ته به وړاندې هغه وئیلې شې چې دَ مقتدې پونده دَ اِمام دَ پوندې نه وړاندې شې۔ اوکه دَ مقتدې پونده وروستو وه خو پښه ېٔ وږده وه ګوتې ېٔ دَ اِمام نه وړاندې شوې نو هغه پهٔ وړاندې نه ده حساب۔
(۸) چې مقتدې ته دَ اِمام دَ انتقالاتو (رکوع او سجدې ته تللو) عِلم وې خپله ېٔ وینې۔ که دَ مکبّر اواز اؤرې نورو مقتدیانو ته ګورې۔ که مقتدې ته دَ اِمام دَ انتقالاتو پته نه لګې۔مینځ کښې ېٔ پرده حائله وې خو مقتدې ته دَ انتقالاتو پته لګې نو خیر دې۔
(۹) دَ مقتدې پهٔ ټولو ارکانو کښې سِوا دَ قرأت نه دَ اِمام سره شریکیدل دَ هغهٔ سره سره ېٔ وُکړې که دَ هعهٔ نه وروستو، یا ېٔ دَ هغه نه مخکښې وُکړې خو پهٔ اخر کښې ورسره اِمام شریک شې۔ دَ اول مثال لکه دَ اِمام سره سره رکوع سجده وُکړې۔ دَ دویئم لکه اِمام رکوع وُکړې وُدریږې اؤ مقتدې بیا رکوع وُکړې۔ دریئم لکه مقتدې دَ اِمام نه وړومبې رکوع ته لاړ شې خو دومره لحظه پهٔ رکوع کښې حصار شې چې اِمام هم رکوع ته ټیټ شې۔(۱۰) دَ مقتدې حالت دَ اِمام سره برابریدل یا کمیدل۔ دَ روغ سړې اقتداء پهٔ معذور پسې صحیح نه ده۔ (۱۱) چې دَ اِمام منفرد والې ضرورې نه وې۔ یعنې داسې سړې پسې اقتداء جائز نه ده، دَ چا چې یوازې پاتې کیدل ضرورې وې لکه ”مسبوق“ چې اِمام مونځ خلاص کړې۔ نو هغه خپل لاړ مونځ پوره کړې داسې وخت کښې که هغهٔ پسې بل څوک نیت تړې نو جائز نه دې۔
(۱۲) چې اِمام دَ چا مقتدې نه وې یعنې داسې سړې اِمام کول نه دې پکار چې هغه خپله دَ بل چا مقتدې وې۔ حقیقتاً لکه یو سړې پهٔ بل چا پسې نیت تړلې وې او ته پهٔ هغه پسې نیت وُتړې یا حکماً لکه لا حق چې خپل هغه رکعتونه پوره کوې کوم چې ېٔ دَ اِمام سره نه وې کړې۔ دې وخت کښې اګر چې دې ځانته مونځ کوې خو په حکم دَ اقتداء کښې دې۔
دا دولس (۱۲) شرطونه دَ اِمامتېٔ دَ صحیح کیدو دَ پاره ضرورې دې ۔ لکه پهٔ دې کښې یو هم پوره نهٔ وو نو اِمامتې نه صحیح کیږې۔
نمبر۱۔ که مقتدې دَ جماعت په چَت ولاړ وې اؤ اِمام دننه وې نو اقتداء درست ده ځکه چې دَ جماعت دَ چَت هم دَ جماعت پهٔ حکم کښې دې۔ دَغسې که دَ چا دَ کوټې چَت دَ جماعت سره پیوست وې چې پهٔ مینځ کښې ۔۔۔۔ جدائې نه وې، هغه هم دَ جماعت پهٔ حکم کښې دې پهٔ هغې وُدریدل او پهٔ جماعت کښې ولاړ اِمام پسې نیت تړل درست وې۔
نمبر۲۔ که جماعت یا کور ډیر لوېٔ وو او اِمام او مقتدې پهٔ مینځ کښې دومره فاصله وه چې دوه صفونه وکښې راتلې شو۔ نو دا دواړه جُدا جُدا ځایونه دې او دې اِمام پسې ېٔ نیت نه صحیح کیږې۔
نمبر۳۔ دَغسې که دَ اِمام او مقتدې تر مینځ کوهئ، نهر وو چې کشتېٔ پکښې چلیږې یا لوېٔ حوض وو یا عامه لویه لاره وه چې ریړه ورکښې تلې شې او تر دا مینځه صفونه نهٔ وو ولاړ نو دا دواړه ځایونه به جدا جدا ګنړلې شې، البته که نرېٔ لار نو خیر دې۔
نمبر۴۔ دَغسې که دَ دوؤ صفونو پهٔ مینځ کښې لوېٔ نهر وې یا لویه لاره دَ دې غاړې دَ صفونو اقتدا نه صحیح کیږې۔
نمبر۵۔ دَ پیاده نیت پهٔ سور پسې او دَ یَو سور نیت پهٔ بل سور پسې ۔۔۔۔ نه دې، البته که پهٔ یوه سورلېٔ دواړه سوارهٔ وې نو خیر دې ۔
نمبر۶۔ مقتدې که تراویح کوې او اِمام نفل مونځ نو اقتداء ېٔ درست نه ده ځکه چې دَ اِمام مونځ کمزورې دې۔
نمبر۷۔ که دَ اِمام مونځ۔۔۔ وجې نه فاسد شوې وې۔ او مقتدیانو ته معلومه نه وې نو پهٔ اِمام ۔۔۔ ده چې مقتدیانو ته اِطلاع ورکړې چې هغوېٔ هم خپل مونځونه دوباره پخپله ېٔ خَبرولې شې که دَ سړې پهٔ واسطه وې یا دَ خط پهٔ ذریعه ۔
نمبر۸۔ که دَ اِمام دَ مسافر والې یا مقیم کیدو عِلم نه وې، خو دَ علامونه داسې معلومیږې چې مقیم به وې پهٔ دې شرط چې دَ کلې یا ښهر دننه مونځ کوې او هغه اِمام پهٔ څلور رکعته مونځ کښې لکه دَ مسافر پهٔ دوه رکعته سلام وُګرزَولو اوڅه غږ ېٔ ونکړو مقتدې ته دا شک شو چې اِمام پهٔ غلطېٔ دوه رکعته باندې سلام وُګرزولو، نو دې بیا دې تپوس وُکړې چې اِمام مقیم وو که مسافر، که مسافر وو، خو دَدهٔ مونځ صحیح شو او که مقیم وو خو خطا شوې وو نو ټول به دا مونځ دوباره کوې۔ او که دهٔ تپوس وُنه کړو او دَغسې شک کښې ېٔ پریښوو نو پهٔ دهٔ باندې اعاده واجب ده ۔(یعنې دا مونځ به دوباره کوې)۔
نمبر۹۔ که دَ اِمام متعلق ېٔ د مقیم خیال وې خو اِمام دا مونځ دَ ښهر نه بَهر کوې او هغهٔ پهٔ دوؤ رکعتو سلام وُګرزَولو۔ مقتدې ته دا شک شو چې دا ېٔ پهٔ غلطېٔ وګرزَولو، هغهٔ خپل څلور رکعته پوره کړل۔ نو دَ اِمام دَ حال تپوس دِ وُکړې خو که وُې نکړو نو مونځ ېٔ صحیح دې۔ځکه چې دَ ښهر نه بَهَر ظاهره داده چې اِمام به مُسافر وې او دَ هغهٔ متعلق دَ غلطېٔ خیال دَ ظاهر نه خلاف دې۔ نو دلته دَ حالت تحقیق ضرورې نه دې۔ دغه شان که اِمام څلور رکعته پوره وُکړل او دَ مقتدې دا خیال وو چې دا اِمام مُسافر دې۔ نو دلته هم دَ حالت دَ تحقیق څه ضرورت نشته ځکه چې دَ هغه دَ سفر او اِقامت حالت کښې څهٔ فرق نشته۔ غرض دا چې تحقیق صرف هغه وخت کښې ضرورې دې چې اِمام دَ څلور رکعته مونځ پهٔ ځاېٔ دوه رکعته وُکړې او دَ مقتدې دا خیال وې چې اِمام مُسافر نه دې، پهٔ غلطېٔ ېٔ داسې وُکړل۔
نمبر۱۰۔که پهٔ یو رُکن کښې مقتدې دَ اِمام سره شریک نه شو لکه اِمام رکوع وُکړه او مقتدې لا رکوع نه وې کړې یا اِمام دواړه سجدې وُکړې او مقتدې یوه سجده وُکړه یا مقتدې دَ څه رُکن ابتداء دَ اِمام نه ړومبې وکړې او تر اخره پورې ورسره اِمام شریک نه شې لکه مقتدې دَ اِمام نه ړومبې رکوع ته لاړو او چې اِمام رکوع ته تلو دَ هغې نه اول مقتدې دَ رکوع نه پورته شو په دې ټولو صورتونو کښې ېٔ اقتداء نه صحیح کیږې۔
نمبر۱۱۔ دَ اودریدو نه معذور سړې پسې دَ اودریدونکې اقتداء جائیز ده۔ ځکه چې دَ معذور سړې ناستې دَ اودریدو برابر دې۔
نمبر۱۲۔ پهٔ تیمّم باندې مونځ کوونکې پسې دَ اؤدس یا غُسل کوونکې اقتداء جائز ده۔ تیمّم ېٔ دَ اودس دَ پاره کړې وې که دَ غُسل دَ پاره ځکه چې پهٔ شریعت کښې دَ پاکېٔ دَ پاره تیمّم او اؤدس او غُسل یوه درجه لرې دَ یَو بل نه کم زیات نهٔ دې۔
نمبر۱۳۔ پهٔ مسح کوونکې پسې، پهٔ موزو مسح کوې که دَ زخم پهٔ پټېٔ، دَ پوره اودس کوونکې اقتداء جائز ده۔ ځکه چې دَ مسح کولو او وینځلو درجه یَوه ده۔
نمبر۱۴۔ دَ معذور اقتداء پهٔ بل معذور پسې جائز ده۔ خو پهٔ دې شرط چې دَ دواړو عُذر یَو شان وې۔ لکه دواړو ته دَ سلسل بول شکایت وې۔ یا دواړو دَ پوزې نه وینه بهیږې۔
نمبر۱۵۔ دَ اُمې (اَن پړه) اقتداء پهٔ اُمېٔ پسې جائز ده۔ هله که په هغه موقع په مقتدیانو کښې یو کس هم لوستونکې نه وې۔
نمبر۱۶۔ دَ ښځو او نابالغه هلکانو اقتداء پهٔ بالغ سړې پسې درست ده دَ ښځې اقتداء پهٔ بلې ښځې پسې جائز ده۔ او دَغسې دَ نابالغه ښځې یا نابالغه هلک اقتداء پهٔ نابالغه هلک پسې صحیح ده۔
نمبر۱۷۔ دَ نفل مونځ کوونکې اقتداء پهٔ واجب مونځ کؤونکې پسې جائز ده لکه یَو سړې دَ ماسپښین مونځ کړې وې او بیا څوکٔ دَ ماسپښین مونځ پهٔ جمع کوې۔ دې ورپسې دَ نفلو نیت وُتړې۔
نمبر۱۸۔ دَ نفل مونځ کؤونکې اقتداء پهٔ نفل کؤونکې پسې جائز ده۔
نمبر۱۹۔ دَ قسم دَ مانځه نیت پهٔ نفل مونځ کؤونکې پسې دُرست دې۔ ځکه چې دَ قسم مونځ هم پهٔ اصل کښې نفل دې۔ لکه یو سړې قسم خوړلې وې چې زهٔ به دوه رکعته مونځ کوم۔ بیا چا دوه رکعته نفل مونځ کولو۔ پهٔ هغه پسې ېٔ نیت وُتړلو نو قسم ېٔ پوره شو۔
نمبر۲۰۔ دَ نذر مونځ کوونکې اقتداء پهٔ نذر مونځ کوونکې پسې جائز ده که دَ دواړو نذر یو وې لکه یَو سړې نذر ومنلو او بل هم اووې چې زهٔ همدغسې نذر منم لکه دې سړې چې ومنلو او که داسې صورت نه وې لکه یَو سړې ځانته دوه رکعته مونځ نذر منلې وې او بل ځانته بیل منلې وې نو دا دواړه پهٔ یو بل پسې اقتداء نه شې کولې۔ حاصل دادې چې کله مقتدې دَ اِمام سره برابر وې یا ترِ نه کم وې نو اقتداء ېٔ صحیح ده۔ او که مقتدې ترینه زیات وې۔ یقیناً یا اِحتمالًا نو اقتداء نه صحیح کیږې۔
نمبر۲۱۔ دَ سړې اقتداء بالغ وې که نابالغه پهٔ ښځه پسې جائز نه ده۔
نمبر۲۲۔ دَ بالغ اِقتداء ښځه وې که سړې پهٔ بالغه پسې صحیح نهٔ ده۔
نمبر۲۳۔ دَ خُنثٰی اِقتداء پهٔ خُنثٰی پسې هم جائز نه ده ۔ خُنثیٰ هغه څوک دې چې پهٔ هغه کښې دَ نر او ښځې دواړه علامې وې۔ او دا صحیح پته نه لګې چې نَر دې که ښځه۔
نمبر۲۴۔ دَ خُنثیٰ اقتداء پهٔ ښځه پسې هم جائز نهٔ ده۔ځکه چې کیدې شې چې دا سړې وې۔
نمبر۲۵۔ دَ هوښیار، عاقل سړې اقتداء پهٔ بې هوشه، مست، لیونې یا بیعقله غافله پسې صحیح نهٔ ده۔
نمبر۲۶۔ دَ روغ سړې اقتداء پهٔ معذور پسې جائز نه ده۔
نمبر۲۷۔ دَ یَو قسم عذر واله سړې پهٔ بل قسم معذُور پسې هم نیت نشې تړلې۔ لکه یَو سړې ته دَ سلسل بول شکایت وې۔ اؤ بل ته دَ پوزې نه وینې بهیدو۔
نمبر۲۸۔ دَ لوستونکې سړې اقتداء په اُمیّ (اَن پړه) پسې جائز نه ده۔ لوستونکې هغه ګنړلې شې چاته چې دومره قران شریف یاد وې څومره چې دَ مانځه دَ پاره جائز دې او اُمیّ هغه دې چې دومره ورته هم یاد نهٔ وې۔
نمبر۲۹۔ دَ یو اُمیّ اقتداء پهٔ بل اُمیّ پسې هم جائز نه ده که پهٔ مقتدیانو کښې یو کس هم قارې وو ځکه چې پهٔ دې شکل کښې دَ هغه اُمیّ اِمام مونځ فاسد دې۔ هغه ته پکار وو چې قارې ېٔ مخکښې کړې وو چې دَ هغه مونځ فاسد شو نو چاچې پهٔ هغه پسې نیت تړلې دې۔ دَ هغو هم فاسد شو۔
نمبر۳۰۔ دَ اُمیّ اِقتداء پهٔ ګونګې پسې جائز نه ده ځکه چې اُمیٔ که اوس نه شې لوستلې خو پهٔ دے قادر دې چې ضرورې قران یاد کړې او ګونګې پهٔ دې قادر هم نه دې۔
نمبر۳۱۔ دَ چا پهٔ بدن چې دومره جامه وې چې فرض ېٔ پټ کړې وې۔ دَ هغه اقتداء پهٔ بربنډ پسې نه کیږې۔
نمبر۳۲۔ دَ رکوع او سجده کوونکې اقتداء په داسې سړې جائز نه ده چې هغه دَ رکوع او سجدې دواړو نه یا یوازې دَ سجدې کولو نه معذور وې۔
نمبر۳۳۔ دَ فرض مونځ کوونکې اقتداء پهٔ نفل مونځ کوونکې پسې جائز نهٔ ده۔
نمبر۳۴۔ دَ نذر مونځ کوونکې اقتداء پهٔ نفل مونځ کوونکې پسې جائز نه ده ځکه چې نذر واجب دې۔
نمبر۳۵۔ دَ نذر مونځ کوونکې اقتداء دَ قسم مونځ کوونکې پسې جائز نه ده ځکه چې دَ نذر مونځ واجب دې او دَ قسم نفلې۔ ولې چې دَ قسم نه ځان خلاصول واجب نه دې۔ کیدې شې چې هغه مونځ ونکړې او دَ قسم کفاره ورکړې۔ نو که یو سړې قسم خوړلې وو چې زهٔ به نن څلور رکعته مونځ کوم او بل سړې نذر منلې وو چې نن به څلور رکعته مونځ کوم نو دا د نذر والا پهٔ قسم والا پسې اقتداء نهٔ شې کولې۔
نمبر۲۶۔ که یَو سړې حروف پوره نه شې ادا کولې لکه دَ ثؔ پهٔ ځاېٔ سؔ یا دَ رؔ پهٔ ځاېٔ لؔ یا دَ عؔ پهٔ ځاېٔ غینؔ وائی نو پهٔ هغه پسې دَ صحیح ادا کؤونکې اقتداء دُرست نهٔ ده ۔ البته که پهٔ ټول قرأت کښې ترینه یَو ټکې نیم دَغَسې ادا کیږې او اکثر صحیح وائی نو بیا خیر دې۔
دَ جَمعِ اَحکام
نمبر۱۔ دَ جُمعې او اخترونو پهٔ مانځه کښې جَمع شرط ده۔ دا مونځونه بې دَ جَمعِ نه کیږې پنځوختې مونځونو کښې جمع واجب ده که څه عُذر نه وې۔ او پهٔ تراویحو کښې جَمع سُنّت مؤکدّه ده۔ اګر چې یَو ځل ېٔ ټول قران شریف دَ جَمعِ سره اؤریدلې وې۔ نمر تندر دَ مانځه دَ پاره او پهٔ روژه کښې دَ وِترو دَ پاره جَمع مستحب ده۔ دَ روژې نه علاوه وِتر پهٔ جَمعَ کول مکروهِ تنزیهې دې۔ که دَ همیشه دَ پاره ېٔ کوې که دَ همیشه دَ پاره ېٔ کوې او که کله کله دوه درې کسه جَمع کیږې نو مکروهِ نه دې۔ او دَ سپوږمیٔ تندر مونځ او نور نفلې مونځونه پهٔ جَمع کول مکروه تحریمې دې که دَ فرضو پهٔ شان ورته خلق راجَمع کوې او اَهمیّت ورکوې۔ البته که بې رابللو هسې څوک جَمع شې او پهٔ جَمع نفل وُکړې نو خیر دې۔ پهٔ فرضې مونځونو کښې دَ یوې جمعِ نه پس بیا بله جَمع کول هم مکروهِ تحریمې دې۔ پهٔ دې څلور شرطونو(۱) دَ محلې جماعت وې۔ دَ عامې لارې جُماعت نه وې۔ دَ محلّې جماعت هغه دې چې مقرّر امام ېٔ وې۔ او خاص مقتدیان ورته راجَمع کیږې۔ (۲) اوله جَمع دَ اذان او اقامت سره شوې وې۔ (۳) ړومبېٔ جَمع هغې کسانو کړې وې څوک چې ددې جُماعت انتظام کوې او پهٔ دې محّله کښې وسې(۴) دویئمه جَمع هُم پهٔ هغه شان سره کیږې پهٔ کوم شان چې اوله جَمع شوې وې۔ دا شرط دَ اِمامِ یوسفؒ پهٔ خیال دې۔ او دَ اِمام صاحب پهٔ خیال هیئت بدلیدو سره هم مکروه دې۔ نو که دویئمه جَمع پهٔ جماعت کښې نه وې پهٔ کور کښې څوک وُکړې بیا مکروه نه ده۔ همدغسې که دې څلورو شرطونو کښې یَو شرط نه وې بیا هم مکروه نه ده۔ که جماعت پهٔ عامو لاره کښې وې دَ محلّې جماعت نه وې یا اوله جمع دَ اذان او اقامت سره نه وې شوې یا اوله جَمع داسې کسانو کړې وې کوم چې دې محلّه کښې نه وسیږې۔ نو دَ محلّې واله خلق خپله جَمع بې کراهه کولې شې۔ یا اِمامِ یُوسفؒ پهٔ خیال که دَ دویئمې جمعِ دَ پاره امام ځاېٔ بدل کړې یا اذان او اقامت ونه کړې، نو هیئت به ېٔ بدل شې او مکروه به نهٔ وې۔
تنبیه۔ اګر چې بعض خلق دَ اِمام ابو یوسفؒ پهٔ قول عمل کوې خو اِمام صاحب پهٔ قول پهٔ دلائلو قوې دې۔ اؤ خاص پهٔ دې وخت کښې هم خلق هسې پهٔ جمع کښې سُستې کوې باوجود دَ هیئت بدلیدو هم پهٔ کراهیت فتویٰ ورکول پکار دې ځکه چې خلق پهٔ قصدًا اوله جمع پریږدې او دویئمه دریمه نه کوې۔
دَ مقتدې او اِمام متعلّق مسٔلې
نمبر۱۔ مقتدیانو ته پکار دې چې پهٔ ټولو حاضرینو کښې څوک دَ اِمامت زیات مستحق وې او ډیر صفتونه ورکښې مونتې شې هغه اِمام کړې۔ که پهٔ لیاقت کښې برابر وو نو چې څوک دَ ډیرو خلقو خوښ وې، هغه اِمام کول ضرورې دې که دَ داسې سړې مخکښې چې زیات لیاقت وې ورکښې، څوک کم لیاقته سړې مخکښې شو نو دَ ترکِ سُنّت ګُنهګار به شې۔
نمبر۲۔ دَ ټولو نه زیات لائق دَ اِمامت هغه سړې دې چاته چې دَ مانځه مسٔلې ښې معلومې وې۔ څهٔ ظاهرې دَ فسق علامې ورکښې نهٔ وې څومره قرأت چې سُنت دې هغه ورته ښهٔ یاد وې۔ او قران ښه لوستې شې، که دې کښې برابر وو نو بیا هغه سړې زیات مستحق دې څوک چې ښهٔ قران لوستې شې۔ بیا هغه څوک چې ډیر ښهٔ خوېٔ لرې۔ بیا هغه څوک چې ډیر خوبصورته وې، بیا هغه چې ډیر شریف وې۔ بیا هغه چې دَ چا اواز ښهٔ وې بیا هغه چې جامې ېٔ ښې وې۔ پهٔ کوم سړې کښې چې دوه صفتونه مونتې شې۔ هغه زیات حقدار دې۔ د یو صفت واله نه ۔ مثلاً کوم سړې چې قران هم ښه لولې او دَ مانځهٔ مسٔلې هم ورته یادې وې هغه زیات مستحق دې دَ هغه چانه چې صرف مسٔلې ورته یادې وې او قران ښهٔ نه شې لوستې۔
نمبر۳۔ که دَ چا په کور جَمع کیږې نو دَ کور خاوند دَ اِمامتیٔ زیات مستحق دې۔ بیا هغه سړې چاته چې دَ کور خاوند اووائی۔ البته که دَ کور خاوند جاهل وې او بل څوک عالِم وې نو هغه عالِم زیات مستحق دې۔
نمبر۴۔ پهٔ کور جماعَت کښې چې یو اِمام مقرّر وې دَ هغهٔ په موجودګیٔ کښې بل سړې ته دَ اِمامتیٔ حق نشته۔ البته که هغهٔ خپله څوک اِمام کړې نو خیر دې۔
نمبر۵۔ دَ اِسلام دَ بادشاه،یا دَ بادشاه له طرفه دَ مقرّر شوې قاضې پهٔ موجودګیٔ کښې بل څوک دَ اِمامتیٔ مستحق نه دې۔
نمبر۶۔ دَ قوم دَ رضا نه بغیر اِمام کیدل مکروهِ تحریمې دې۔ البته هغه سړې دَ ټولو نه زیات حقدار دَ اِمامتیٔ وې۔ یعنې دَ اِمامت پهٔ اوصافو کښې دَ هغهٔ برابر بل څوک نه وې نو بیا چې څوک دَ هغهٔ پهٔ اِمامتیٔ ناراض وې هغه پهٔ ناحقه دې۔ دَ هغهٔ اِمامتې مکروه نه ده۔
نمبر۷۔ دَ فاسق اؤ بدعتې اِمام کول مکروه دې البته که نور څوک دَ اِمامتیٔ قابل موجود نهٔ وو نو مجبورًا جائز دې۔ یا هغه دومره زورَور وو، چې لرې کولو کښې ېٔ فساد اؤ فتنه وه نو دَ مقتدیانو مونځ ورپسې بې کراهته جائز دې۔
نمبر۸۔ دَ غلام اِمام کول مکروه دې (یعنې چې دَ فقهې دَ قاعدې مطابق غلام وې۔ داسې نه چې دَ قحط یا بل څه مجبوریٔ نه چا ازاد بنده خرڅ کړې وې) هم دَغَسې بانډیسې سړې یا نابینا چې دَ پاک ناپاک احتیاط نه کوې۔ دَ داسې سړې چې دَ شپې ېٔ نظر نه لګې۔ یا چې ناجائز اولاد وې۔ ددې ټولو اِمامتې مکروه ده۔ البته که دا خلق دَ عِلم و فضل او برکت خاوندان وې او خلق ېٔ پخپله خوښه اِمام کوې نو بیا خیر دې۔ داسې کم عمره هلک چې ږیره ېٔ نه وې راغلې اِمام کول هم مکروه تنزیهې دې۔
نمبر۹۔ دَ مانځه پهٔ فرائضو او واجباتو کښې ټولو مقتدیانو باندِې دَ اِمام تابعدارې واجب ده۔ البته پهٔ سنتو او نوافلو کښې ېٔ تابعدارې واجب نه ده نو که دِمام شافعېؒ مذهبې وې۔ او رکوع ته تلو یا دَ رکوع نه پورته کیدو کښې لاس وچتَوې نو خنفې مقتدې ته لاس وچتَول ضرورې نه دې۔ ځکه چې لاسونه وچتَول دَ هغوېٔ پهٔ مذهب هم سنت دې۔ هم دَغَسې دَ سحر پهٔ مانځه کښې شافعې مذهب واله دعاېٔ قنوت لولې۔ پهٔ حنفې مقتدې باندِ دا ضرورې نه ده۔ البته پهٔ وِترو کښې دُعاېٔ قنوت لوستل واجب دې۔ نو که شافعېؒ اِمام ېٔ دَ خپل مذهب مطابق دَ رکوع نه پس لولې نو دَ حنفې مقتدې دَ پاره هُم دَ رکوع نه پس لوستل پکار دې۔
نمبر۱۰۔ پهٔ مانځه کښې دومره لوېٔ لوېٔ سورتونه لوستل چې دَ مقدارِ مسنون نه هم زیات و یا پهٔ رکوع او سجده کښې ډیر زیات حصاریدل دَ اِمام دَ پاره مکروهِ تحریمې دې۔ اِمام ته پکار دې چې دَ خپلو مقتدیانو کښې دَ چا زیات حاجت وې یا څوک زیات کمزورې وې دَ هغه دَ رعایت دَ پاره دَ مسنون قرات نه کم لوستل هم خیر دې چې دَ مقتدیانو دَ کم والې او دَ جمع دَ کمې سبب نه شې۔
نمبر۱۱۔ که مقتدې یو سړې وې یا نابالغه هلک وې نو هغه به دَ اِمام سره پهٔ خوا کښې لږ ورُستو ښې طرفته وُدریږې۔ (دَ یوازې مقتدې دَ پاره ) دَ اِمام نه روستو یا ګس طرف ته وُدریدل مکروه دې۔
نمبر۱۲۔ که مقتدیان دَ یَو نه زیات وې نو هغویٔ به دَ اِمام نه وروستو پهٔ صف کښې وُدریږې که دوه کسه وې او دَ اِمام نه ښې او ګس طرفته وُدریږې نو مکروه تنزیهې دې۔ او که دَ دوؤ نه زیات وې نو مکروه تحریمې دې۔ ځکه چې مقتدیان دَ دوؤ نه زیات وې نو اِمام ته وړاندِ ودریدل واجب دې۔
نمبر۱۳۔ که دَ مانځه شروع کولو پهٔ وَخت یَو مقتدې وو او هغه دَ اِمام نه ښې طرف ته ولاړ وو۔ دَدې نه پس نور مقتدیان راغلل نو ړومبې مقتدې ته پکار دې چې روستو شې۔ او دَ نورو مقتدیانو سره دَ اِمام شاته پهٔ صف کښې وُدریږې که هغه روستو نهٔ شې نو نورو مقتدیانو ته پکار دې چې روستو ېٔ اکاږې۔ او که دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه هغه مقتدیان هم دَ اِمام پهٔ خوا کښې وُدریږې نو اِمام ته پکار دې چې خپله وړاندې شې اوکه مقتدیانو ته دَ روستو کیدو ځاېٔ نهٔ وې نو هم اِمام ته وړاندې کیدل پکار دې۔ او که مقتدیان دَ مسٔلې نه بې خبره وې لکه نن زمانه کښې چې عام دَغَسې وې نو اِمام ته پکار دې ۔ چې خپله وړاندِې شې۔ هسې نه چې مقتدیان داسې څه کار وُکړې چې مونځ پرې خراب شې۔
نمبر۱۴۔ که مقتدې ښځه وې یا نابالغه جینیٔ وې نو که یَو وې هم دَ اِمام نه به روستو وُدریږې۔
نمبر۱۵۔ که مقتدیان ګډوډ وې۔ څهٔ سړې څهٔ ښځې او څهٔ نابالغه، نو اِمام ته پکار دې چې هغه پهٔ دې ترتیب صفونه جوړ کړې۔ اول سړې، بیا نابالغه هلکان، بیا ښځې او بیا نابالغه جینکیٔ۔
نمبر۱۶۔ اِمام ته پکار دې چې پهٔ مقتدیانو صفونه نیغ کړې چې ټول یَو برابر وُدریږې۔ یَو بل سره یَو ځاېٔ وُدریدل پکار دې چې پهٔ مینځ کښې خالې ځاېٔ نه وې۔
نمبر۱۷۔ یوازې یَو سړې ته دَ صف نه روستو ودریدل نه دې پکار۔ بلکه پهٔ داسې حال کښې پکار دې چې دَ ړومبې صف نه یَو سړې وروستو راکاږې او ځان سره ېٔ وُدروې۔ خو که پهٔ راکښلو کښې دا احتمال وې چې هغه سړې به دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه څه داسې حرکت وُکړې چې مونځ به ېٔ خراب شې نو پریښول ېٔ پکار دې۔
نمبر۱۸۔ چې پهٔ وړومبې صف کښې ځاېٔ وې نو دویئم صف کښې وُدریدل مکروه دې چې وړومبې صف پوره شې نو هله بل صف جوړَول پکار دې۔
نمبر۱۹۔ سړې ته صرف دَ ښځو اِمامتې کول مکروه دې۔ پهٔ داسې ځاېٔ کښې چې نه ورسره بل سړې وې او نه بله محرمه ښځه لکه خپله ښځه یا مور خور وغیره۔ البته که سړې یا بله محرمه ښځه ورسره وې نو بیا خیر دې۔
نمبر۲۰۔ که یَو سړې ځانته دَ سحر یا ماښام یا ماسخوتن مونځ کوې او پهٔ پټ اواز قرأت لولې پهٔ دې وخت کښې بل سړې راشې او پهٔ هغهٔ پسې نیت وُتړې نو پهٔ دې کښې دوه صورتونه دې۔ یَو دا چې دا سړې دَ اِمامتیٔ نیت وُنه کړې هم هغه شان ځانته مونځ کوې نو پهٔ اول شکل کښې پهٔ اوچت اواز قرأت واجب نه دې او دَ مقتدې مونځ هم صحیح دې۔ ځکه چې دَ مقتدې دَ مانځه دَ صحت دَ پاره دَ اِمام دَ نیت ضرورت نشته۔
نمبر۲۱۔ اِمام ته یا ځانته مونځ کوونکې دَ پاره چې پهٔ کور کښې یا پهٔ میدان کښې مونځ کوې مُستحب دې چې ښې طرفته یا ګس طرفته دَ وُروځو پهٔ برابرېٔ کښې داسې شې وُدرَوې چې یَو لاس یا دَ دینه زیات وچت وې او دَ ګوتې برابر غټ وې ۔ البته که پهٔ جماعت کښې مونځ کوې یا داسې ځاېٔ کښې چې دَ مانځه مخکښې دَ چا دَ تیریدو خطره نه وې۔ ددې ضرورت نشته۔ دې ته سُتؔره وائې۔ دَ اِمام سُتؔره دَ مقتدیانو د پاره هم کافې ده۔ دَ سُترې دَننه تیریدل بدکار دې۔
نمبر۲۲۔لا حقؔ هغه مقتدې ته وائې چے دَ مانځه شروع کولو نه پس ترینه دَ څهٔ عذر په وجه څو رکعتونه لاړ شې۔ لکه پهٔ مانځه کښې اُودهٔ شې او دې مینځ کښې ترې نه یو رکعت لاړ شې یا دَ ګنړې پهٔ وجه ترینه رکوع یا سجده لاړه شې۔ یا ېٔ اودس مات شې دَ اودس کولو دَ پاره لاړ شې، او پهٔ دې مینځ کښې ترینه څهٔ رکعتونه لاړ شې او دَ خوف پهٔ مانځه کښې دوئم ټولې لاحق دې هم دغسې یَو مُقیم چې په مسافر پسې نیت وُتړې نو هغه مقیم دَ اِمام نه پس مونځ پوره کولو کښې لاحقؔ دې) یا ترینه بې عذره څه حصه فوت شې لکه دَ یَو رکعت رکوع یا سجده دَ اِمام نه وړاندې وکړې نو ددې وجې نه دا رکعت ېٔ بیکاره شې۔ نو ددې رکعت پهٔ اعتبار به دې لاحقؔ وې۔ لاحقؔ دَ پاره دا ضرورې ده۔ چې ړومبې هغه رکعتُونه وُکړې کوم چې دَ هغهٔ نه لاړ وې۔ دَ دینه پس که دَ جمعِ څهٔ حِصه پاتې وې۔ پهٔ هغې کښې به شریک شې ۔ که نهٔ نو باقې مونځ به پوره کړې۔
نمبر۲۳۔ لاحقؔ به پهٔ خپل لاړ مونځ کښې دَ مقتدې پهٔ شان ګنړلې شې۔ لکه څنګه چې مقتدې قرأت نه لولې دَغَسې به لاحقؔ هم نه لولې غلې به ولاړ وې۔ او څنګه چې مقتدې نه که څهٔ غلطې وشې نو سجدهٔ سهوه پرِ نه واجب کیږې۔ دَغَسې پهٔ لاحقؔ هم نه واجب کیږې۔
نمبر۲۴۔ مسؔبوق یعنې چانه چې دَ سره څو رکعته لاړ وې هغه ته پکار دې چې ړومبې دِ امام سره شریک شې۔ دَ جَمعِ سره دِ مونځ پوره کړې چې اِمام مونځ ختم کړې نو بیا دِ ودریږې او خپل لاړ رکعتونه دِ پوره کړې۔
نمبر۲۵۔ مسؔبوق به خپل لاړ رکعتونه لکه دَ ځانته مونځ کوونکې پهٔ شان کوې لکه دَ ځانته مونځ کؤونکې به قرأت هم لولې او که څهٔ غلطې ترینه پهٔ دغه باقې مونځ کښې وُشې نو سجده سهوه به کوې۔
نمبر۲۶۔ مسؔبوق به خپل لاړ رکعتونه په دې طریقه کوې ۔ چې وړومبې به دَ سورة واله رکعتونه او بیا به تش رکعتونه کوې۔ او څومره رکعتونه چې ېٔ دَ اِمام سره کړې وې۔ دَ هغې پهٔ حساب به قاعده کوې۔ یعنې دَ هغه رکعتونو پهٔ حساب چې کوم دویئم وو پهٔ هغې به ړومبیٔ قعده کوې۔ او چې کوم څلورم وو پهٔ هغې به اخرې قاعده کوې۔ مثلاً دَ ماسپښین مانځه کښې دَ چانه درې رکعته لاړ وو چې د امام سره شریک شو، هغه به دَ اِمام دَ سلام ګرزولو نه پس ودریږې او خپل لاړ درې رکعتونه به داسې کوې چې پهٔ ړومبې رکعت کښې به اَلحمدُ او سورة وُلولې رکوع سجده چې وُکړې نو اَلتَحیَاتُ ته به کښینې ۔ ځکه چې دَ اِمام دَ رکعت سره دا دویئم رکعت دې۔ بیا پهٔ دویئم رکعت کښې به الحمدُ او سورة وُلولې او دې کښې به قعده نه کوې۔ ځکه چې دا دَ امام دَ رکعت سره دریئم جوړیږې۔ بیا په دریئم رکعت کښې به تشه اَلحَمدُ ولولې او اخره قعده به وُکړې۔ ځکه چې دا ېٔ څلورم رکعت دې۔
نمبر۲۷۔ که یَو سړې لاحقؔ هم وې او مسبوق هم۔ یعنې څهٔ رکعتونه ترِ لاړ وې چې دَ اِمام سره شریک شې۔ او بیا دَ شریک نه پس ترینه هم څهٔ رکعتونه لاړ شې نو هغهٔ ته پکار دې چې وړومبې خپل هغه رکعتونه وُکړې کومو کښې چې دې لاحقؔ دې۔ یعنې دَ شرکت نه پس ترینه لاړ دې۔ دَ هغې پهٔ ادا کولو کښې به دې ځان داسې ګنړې لکه چې دَ اِمام سره مونځ کوې۔ یعنې قرأت به هم نه لولې او دَ اِمام دَ ترتیب لحاظ به ساتې۔ ددې نه پس که جماعت باقې وې نو هغې کښې به شریک شې۔ که نه وې باقې نور مونځ به پُوره کړې۔ او بیا به هغه رکعتونه وُکړې کومو کښې چې دې مسؔبوق دې۔ مثلاً دَ مازیګر مانځه کښې یو رکعت شوې وې۔ چې څوک شریک شو، دغه رکعت ېٔ پوره کړې نه وو چې اودس ېٔ مات شو او اودس کولو ته لاړو نو تر هغې مونځ ختم شوې وو چې دے وُزګاریدو نو هغه ته پکار دې چې اول دا درې رکعتونه وُکړې او بیا هغه رکعت چې د شریکیدو نه اول ترې نه لاړ دې۔ دا دریواړو رکعتونه به دَ مقتدې پهٔ شان کوې۔ یعنې قرأت به نه لولې او ددې دریو رکعتونو پهٔ اول رکعت کښې به قعده کوې ځکه چې دا دَ اِمام دویئم رکعت دې او اِمام ورکښې قعده کړې ده۔ بیا پهٔ دویئم رکعت کښې به قعده نه کوې ځکه چې دا دَ اِمام دریئم رکعت دې۔ هغهٔ پکښې قعده ده کړې ۔ بیا پهٔ دریئم رکعت کښې به قعده کوې۔ ځکه چې دا دَ اِمام څلورم رکعت دې هغهٔ ورکښې قعده کړې ده۔ بیا به هغه رکعت کوې چې پهٔ جَمع کښې دَ شریکیدو نه مخکښې ترینه شوې دې۔ پهٔ هغې کښې به هم قعده کوې۔ ځکه چې دا دَده څلورم رکعت دې۔ پهٔ دې رکعت کښې به قرأت هم لولې ځکه چې پهٔ دې رکعت کښې دې مسؔبوق دې او مسؔبوق خپل لاړ رکعتونه دَ ځانته مونځ ګذار غوندِې کوې۔
مقتدیانو ته هر رکن بې تاخیره دَ اِمام سره کول سُنت دې۔ تکبیر تحریمه یعنې دَ نیت تړلو نه پس وړمبې تکبیر به هم دَ اِمام سره کوې، رکوع ،قومه، سجده او قعده، غرض دا چې هر کار به دَ اِمام سره یو ځاېٔ کوې نه وړاندې او نه وروستو، البته که پهٔ وړومبیٔ قعده کښې مقتدې لا التّحیاّت تر تشهّد پوره کړې بیا وُدریږې۔ هم دغه شان قعده اخیره کښې که اِمام وړومبې سلام وُګرزَوې۔ البته رکوع یا سجده کښې که مقتدیانو تسبیح نهٔ وې پوره کړې نو اِمام سره ورته وُدریدل پکار دې۔ هډو بلکل ېٔ نه وې وئیلې یا ېٔ دَ درې ځلو نه کم وئیلې وې۔
پهٔ جمعَ کښې دَ شریکیدو او نه شریکیدو مسٔلې
نمبر۱۔ که یو سړې دَ خپلې محلّې یا دَ کور سره نِزدې جماعت ته لاړ شې۔ هلته جَمعَ شوې وې،نو دَ هغه دَ پاره مستحب دې۔ چې بل جماعت ته دَ جمعِ پهٔ تلاش کښې لاړ شې او دا ورته هم اختیار دې چې خپل کورته واپس شې او دَ کور دَ خلقو سره پهٔ جَمعَ مونځ وُکړې۔
نمبر۲۔ که چا پهٔ کور کښې ځانته مونځ کړې وې۔ بیا ېٔ وُلیدل چې هم هغه مونځ پهٔ جَمعَ کیږې هغهٔ ته پکار دې چې دَ جَمعِ سره شریک شې۔ که دَ ماسپښین او ماسخوتن وخت وې۔ دَ سحر، مازیګر او ماښام پهٔ مونځ کښې شرکت نشې کیدې ځکه چې دَ سحر او مازیګر نه پس نفل مکروه دې او دَ ماښام درې رکعته دې او نفل درې رکعته نشې کیدې۔
نمبر۳۔ که چا فرض مونځ شروع کړې وې اؤ پهٔ دې وخت کښې دَ جَمعِ دَ پاره اِقامت وُشې نو که هغهٔ دوه رکعته مونځ وې خو دَ هغې دا حکم دې چې که دَ ړومبې رکعت سجده ېٔ نه وې کړې نو مونځ دِ مات کړې او پهٔ جَمع کښې دې شریک شې۔ او که دَ اول رکعت سجده ېٔ کړې وې۔ او دَ دویئم رکعت سجده ېٔ نه وې کړې نو هم دې ېٔ مات کړې۔ او که دَ دویئم رکعت سجده ېٔ هم کړې وې نو بیا دې خپل مونځ پوره کړې۔ او که هغه فرض څلور رکعته وې لکه ماسپښین ،مازیګر ، ماسخوتن، نو که دَ اول رکعت سجده ېٔ نه وې کړې خو مونځ دِ مات کړې او پهٔ جَمعَ کښې دِ شریک شې او که سجده ېٔ کړې وې نو دوه رکعته دِ پوره کړې۔ بیا دِ سلام وُګرزوې او که دریئم رکعت ېٔ شروع کړې وې خو سجده ېٔ نه وې کړې نو بیا دې خپل مونځ ټول پوره کړې۔ کله چې مونځ ماتَوې نو پهٔ ولاړه دِ یو طرف ته سلام وُګرزوې، دغه کافې دې او کله چې مونځ پوره کړې نو دَ ماسپښین او ماسخوتن مونځونو کښې دِ بیا پهٔ جَمعَ کښې شریک شې۔ دا دویئم مونځ به ېٔ نفل شې۔ او سحر، مازیګر، ماښام کښې دِ نهٔ شریکیږې۔
نمبر۴۔ که چا نفل مونځ شروع کړې وې۔ او دَ فرضو نه دَ پاره جمع وُدریږې نو دغه مونځ دِ نه ماتوې پهٔ دوه رکعته دِ سلام وُګرځوې۔ اګر که نیت ېٔ دَ څلورو تړلې وې۔
نمبر۵۔ که چا دَ ماسپښین یا جُمعې سُنّت مؤکدّه شروع کړې وې او جَمعَ وُدریږې نو پکار ده چې پهٔ دوه رکعته سلام وُګرزوې۔ او که دریئم رکعت ېٔ شروع کړې وې نو څلور واړه دِ پوره کړې۔
نمبر۶۔ که دَ فرض مانځه جَمعَ ولاړه وې نو پهٔ سنتو دِ شروع نه کوې۔ که دا خطره وې چې دَ جَمعَ یَو رکعت به ترِ لاړ شې۔ او که دا ېٔ یقین وو چې رکعت رانه نه ځې، نو سُنت دِ وُکړې۔ مثلاً دَ ماسپښین پهٔ وَخت چې فرض شروع شې او دا خطره وې چې که سُنت کوې نو دَ فرضو رکعت به ترینه لاړ شې نو سُنت دِ پریږدې۔ بیا پهٔ ماسپښین او جُمعه کښې چې فرض وُکړې نو دَ فرضو نه ړومبې سُنت دِ اول وُکړې بیا دَ نور سُنت پوره کړې۔ دَ سحر سُنت زیات مؤکدّ دې۔ دَ هغې دَ پاره دا حکم دې چې که فرض شروع شې هم دِ سُنت ړومبې وکړې په دې شرط که دَ یَو رکعت موندو اُمید ېٔ وې او که دا اُمید نه وې نو بیا دِ سُنت پریږدې او که خوښه ېٔ وې نو دَ نمر ختو نه پس دِې ېٔ قضا وُکړې۔
نمبر۷۔ که دا خطره وې چې دَ سحر پهٔ سنتو کښې که دَ مانځه دَ مستحباتو او سنتو خیال ساتې نو جَمع به ترینه لاړه شې نو پکار ده چې صرف فرائضو او واجبو باندې عمل وکړې سنت او نوافل دِ پریږدې۔
نمبر۸۔ دَ جمعِ وُدریدو پهٔ وَخت کښې که څوک سنت کوې دَ سحر سنت وې او که دَ بل وَخت نو هغه پهٔ داسې ځاېٔ کښې کول پکار دې چې دَ جماعت نه بَهر وې، ځکه چې چرته چې دَ فرض مونځ جَمع کیږې هلته بل مونځ کول مکروه دې۔ که داسې جدا ځاېٔ نه وې نو بیا دې دَ صف نه جُدا دَ جُماعت پهٔ یَو ګُټ کښې وُدریږې۔
نمبر۹۔ که دَ جَمعِ سره ېٔ قعده بیا مونده هم ېٔ دَ جَمعِ ثواب وُشو۔
نمبر۱۰۔ دَ کوم رکعت رکوع چې دَ اِمام سره بیا مومې داسې به ګنړلې شې چې ټول رکعت ېٔ ومونتو او که رکوع کښې دَ اِمام سره شریک نه شې نو دا رکعت ترې نه لاړو۔ دا به پهٔ شمار کښې نه راځې۔
دَ مانځه دَ نیت مسٔلې
نمبر۱۔ پهٔ مقتدې باندې خپل اِمام پسې دَ اقتدا نیت کول هم ضرورې دې۔
نمبر۲۔ اِمام به صرف دَ خپل مانځه نیت کوې دَ امامتیٔ نیت کول ورباندې لازم نه دې۔ البته که پهٔ مقتدیانو کښې ېٔ ښځه هم وې او هغه دَ سړو سره پهٔ یو صف کښې ولاړه وې او دا مونځ دَ جنازې یا دَ جُمعې یا اخترونو نه وې نو دَ هغې دَ اقتداء صحیح کیدو دَ پاره پهٔ اِمام باندې دَ هغې دَ اِمامتیٔ نیت کول لازم دې او که دَ سړو سره برابره پهٔ صف کښې نه وې ولاړه یا مونځ دَ جنازې یا جُمعې یا اخترونو وې، نو بیا پرې نیت کول لازم نه دې۔
نمبر۳۔ مقتدې به صرف دا نیت کوې چې پهٔ دې امام پسې مونځ کوُم دَ امام نوم متعیّن کول چې پهٔ ”احمؔد“ یا ”محمؔود“ پسې مونځ کوم ”ضرورې نه دې۔ البته که چا پهٔ نوم باندې متعیّن کړو او بیا پهٔ واقعاتو کښې هغه سړې اِمام نهٔ وو نو دَده مونځ ونهٔ شو لکه یَو سړې نیت وتړلو چې پهٔ ”احمؔد“ پسې مونځ کوم حالانکه چا پسې چې مونځ کولو هغهٔ ”احمؔد“ نهٔ وو۔ خالدؔ وو نو ددې سړې مونځ وُنشو۔
نمبر۴۔ دَ جنازې پهٔ مانځه کښې دا نیت کول پکار دې۔ چې زهٔ دا مونځ دَ خداېٔ تعالیٰ دَ رضا او دې مړې ته دَ دُعا دَ پاره کوم او که مقتدې ته دا معلومه نهٔ وې چې مړې سړې دې که ښځه، نو هعه ته دا نیت کافې دې چې اِمام چې دَ چا مونځ کوې زه هم هغه مونځ کوم ځنې عالمانو وئیلې دې چې دَ فرض او واجب مونځونو نه علاوه نورو مونځونو کښې ددې تخصیص څهٔ ضرورت نشته چې سُنت کوم یا نفل او سنت دَ سحر کوم یا دَ ماسپښین ،تهجّد کوم یا تراویح بس صرف دِ مانځه کولو نیت کافې دې۔ خوښه داده چې تعیّن ورکښې وکړې شې۔ لکه دوه رکعته سنت یا نفل مونځ ګذارم دَ نن سحر۔
دَ تکبیر تحریمیه حُکم
ځنې نا واقفه خلق چې جماعت ته راشې او امام رکوع ته پهٔ تلو وُوینې نو هغه هم زر پهٔ تلوار سره ټیټ شې۔ او پهٔ ټیټیدو کښې تکبیر تحریمه وُوائی۔ دَ هغه مونځ نه کیږې۔ ځکه چې تکبیر تحریمه دَ مانځه دَ صحت دَ پاره شرط دې او تکبیر تحریمه پهٔ ولاړه وئیل ضرورې دې۔ چې پهٔ ولاړه ېٔ ونه وائی نو تکبیر تحریمه ېٔ صحیح نهٔ شو او چې دا ېٔ صحیح نه شو نو باقې مونځ ېٔ هم صحیح نهٔ شو۔
دَ فرض مانځه ځنې مسٔلې
نمبر۱۔
دَ مانځه فضیلت ص128:
الله تعالٰی فرمائی۔ إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ بیشکه مونځ دَ بې حیایَیٔ او ګُناه نه منع کوی۔ یعنی پهٔ ښهٔ طریقه مونځ کولو کښې الله تعالٰی داسې برکت واچوی چې مونځ ګُذار دَ ټولو ګناهونو نه بچ شی۔ اګر چې نور هم داسې عبادتونه شته چې خلق پرې دَ ګناه نه بچ کیږی خو پهٔ دې حقله دَ مانځه ډیر لوېٔ تاثیر او برکت دې۔ خو دا ضروری ده چې مونځ پهٔ صحیح طریقه دَ سُنت طریقې مطابق وکړې شی چې د مونځ ګُذار پهٔ زړهٔ کښې دَ خداۓ پاک لوئی او پاکی وی۔ ظاهر او باطن ېٔ دَ سکون او عاجزۍ او دَ خداۓ دَ ويرې نه ډک وی۔ پهٔ کومه درجه کښې چې ېٔ نمونځ کامل او ښهٔ وی هم هغه درجه کښې به ېٔ برکت هم زیات وی۔خداۓ پاک ته دَ مانځه نه زیات غوره بل عبادت نشته۔
مسلمانانو ته پکار دی چې هغه عبادت چې دَ ټولو ګناهونو نهٔ ېٔ خلاصوی او دَ دوزخ د اور نه پناه ورکوی ډیر پهٔ اهتمام اؤ ښهٔ طریقه سره ادا کړی۔ اؤ هیچرې پکښې غفلت ونهٔ کړی۔
حضرت اِمام حسن بصری رحمة الله عليه نه روایت دې۔ چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی۔ چا چې داسې مونځ وکړو چې هغې باندې مونځ ګُذار دَ بې حیايۍ دَ کارونو نه منع نهٔ شو، نو هغه سړے دَ خداۓ نه دَ لرې کیدو نه علاوه پهٔ بل هیڅ شی ترقې وُنهٔ کړه۔ یعنې دې پهٔ ځاېٔ دَ دې چې دَ مانځه پهٔ برکت خداۓ پاک ته نزدې شوې وې۔ دَ خداۓ پاک نه نور هم لرې شو۔دا سزا ده ددې خبرې چې هغهٔ دَ یو داسې خوږ عبادت قدر ونهٔ کړو، نو دا معلومه شوه چې دَ مانځه د قبلیدو علامه داده چې مونځ ګُذار د نورو ګُناهونو نه بچ شی او که چرې ترينه غلطیٔ سره څهٔ ګناه وشی نو زر توبه وباسی۔
حضرت عبدالله ابنِ مسعود رضی الله عنه روایت کوی۔ بیشکه دَ هغه مونځ ګُذار مونځ نه قبلیږې او هغهٔ ته ثواب نهٔ رسی څوک چې د مانځه تابعداری نه کوی، او د مانځه د تابعدایٔ علامه داده چې مونځ ګُذار دَ بې حیايۍ او ګُناه د کارونو نه منع شی۔
پهٔ حدیث کښې دی چې یو سړې دَ رسول اللهﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو عرض ېٔ وکړو چې فلانې سړې ټوله شپه عبادت کوی او چې سبا شی نو غلا کوی۔ حضورﷺ وفرمائیل چې بیشکه مونځ به هغه ددې کارونو نه ډیر زر منع کړی کوم چې تهٔ وائې۔
حضرت عباده بن صامت رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی کوم سړې چې اودس وکړی او ښهٔ اودس وکړی، (پهٔ سنت طریقه) بیا مانځه ته ودریږی او پهٔ ښهٔ طریقه رکوع او سجده وکړی۔ او پهٔ ښهٔ طریقهٔ ورکښې دَ قران تلاوت وکړی نو دَ هغهٔ مونځ ووائی چې خداۓ پاک دې ستا دغسې حفاظت وکړی لکه چې تا زما حفاظت وکړو۔ بیا هغه مونځ اسمان ته وخیژولې شی پهٔ داسې حالت کښې چې دَ هغې نه پړقا خیژې۔ او هغهٔ ته د اسمان دروازې لرې شی۔ (یعنې هغه خداۓ پاک ته قبول شی) اؤ څوک چې پهٔ ښهٔ طریقه اودس ونهٔ کړی او بیا پهٔ مانځه کښې رکوع،سجده،او قرأت پهٔ ښهٔ طریقه ونهٔ کړی نو دَ هغهٔ مونځ وائی چې خداۓ پاک دې تا داسې تباه کړی څنګه چې تا زهٔ تباه کړم۔ بیاهغه اسمان طرف ته وخیژولې شی پهٔ داسې حال کښې چې هغه پهٔ توره تیارهٔ کښې وی،او پهٔ هغهٔ دَ اسمان دروازې بندې کړې شی اؤ بیا هغه انغښتې شی، څنګه چې څوک زړه جامه نغاړی، او دَ هغه مونځ ګذار پهٔ مخ راوویشتې شی، (یعنې دَ الله پهٔ دربار کښې نامنظور شی)
حضرت عبدالله بن مغفلؓ روایت کوی چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی۔، پهٔ غُلو کښې غټ غل هغه دې چې خپل مونځ پَټوی، خلقو عرض وکړو چې یا رسول الله ﷺ خپل مونځ څنګه پټوی؟ حضورﷺ وفرمائیل چې رکوع او سجده پوره پوره پهٔ صحیح طریقهٔ نهٔ کوی۔ او پهٔ بخیلانو کښې غټ بخیل هغه دې چې پهٔ سلام کښې بخل کوی۔ مطلب دادې چې دَ مانځه غوندې اسان عبادت پهٔ صحیح طریقهٔ نهٔ کول غټه ګناه ده۔
حضرت انس رضی الله عنه روایت دې چې رسول الله ﷺ دَ کورنه جماعت ته راغلو نو وېلیدو چې یو سړې مونځ کوی، خو رکوع او سجده پوره پوره نهٔ کوی، نو حضورﷺ وفرمائیل چې څوک رکوع او سجده پوره پوره نهٔ کوی، د هغهٔ مونځ نهٔ قبلیږی۔
حضرت ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دی، که دا ستن پهٔ تاسو کښې د چا ملکیت وې نو هغه به دا خوښه نهٔ کړی چې دا برباده شی نو بیا تاسو ولې خپل مونځونه بربادویٔ۔ هغه مونځونه چې خالص دَ الله دپاره دی بیشکه الله تعالیٰ ناقص مونځونه نهٔ قبلَوی۔ نو تاسو خپل مونځونه پُوره طریقه باندې ادا کویٔ۔
حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه روایت کوی، یو سړې دَ حضوراکرمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو تپوس ېٔ وکړو چې اعمالو کښې بهترین عمل کوم یو دې۔ حضورﷺ وفرمائیل مونځ۔ هغهٔ عرض وکړو چې بیا کوم یو دې۔ حضورﷺ وفرمائیل مونځ۔ دغه شان درې ځله هغهٔ تپوس وکړو او دریواړه ځله ورته حضورﷺ هم دا جواب ورکړو۔ بیا چې هغهٔ ورباندې سوالونه زیات کړل (یعنې پهٔ څلورم ځل ېٔ بیا تپوس وکړو) نو حضورﷺ وفرمائیل دَ خداۓ پهٔ لار کښې جهاد(یعنې د مانځهٔ نه پس دَ کفارو سره جنګ کول ددې دَ پاره چې د خداۓ دین غالب شی د مال او دولت پهٔ نیت نه) هغهٔ بیا عرض وکړو چې زما مور او پلار ژوندی دی د هغوی پهٔ حق کښې راته څهٔ حکم کویٔ۔ حضورﷺ وفرمائیل زهٔ تاته د مور پلار سره د ښیګړې حکم درکوم (یعنې د هغوی سره نیکې کوه اؤ تکلیف مهٔ ورکوه۔ مور او پلار ته تکیف رسول حرام دی) هغهٔ عرض وکړو چې قسم مې دې وی پهٔ هغه ذات چې تهٔ ېٔ پهٔ حقه نبی راستولې ېٔ۔چې زهٔ بهٔ ضرور جهاد کوم اؤ ضرور به مور اؤ پلار پریږدم۔ رسول الله ﷺ وفرمائیل چې تهٔ ښهٔ پیژندونکې ېٔ۔ (یعنې دَ مور پلار خدمت کولو او جهاد کولو کښې چې کوم ستا خوښ وی هغه وکړه۔) دَ دې حدیث نه معلومه شوه چې د جهاد کولو درجه د مور پلار د خدمت نه زیاته ده اؤ بعضې حدیثونو کښې د مانځهٔ نه پس د مور پلار د خدمت درجه راغلې ده۔ ددې نه پس د جهاد درجه ده۔ د هغې جواب دادې چې د حقوقِ والدین پهٔ جهاد باندې د زیاتې درجه پهٔ دې وجه ده چې هغه د بندیانو حق دې چې بغیر دَ هغوی د معاف کولو نهٔ معاف کیږی او جهاد یوازې د الله تعالیٰ حق دې کهٔ د چا نه ېٔ وخت خطا شی نو پهٔ توبه معاف کیدې شې یا ېٔ دا جواب دې دَ رسول الله ﷺ پهٔ خدمت کښې به مختلف قسم خلق راتلل او هغوی به هر چاته د هغهٔ د حالت مناسب جواب ورکولو۔
حضرت ابو ایوب انصاری رضی الله عنه روایت کوی۔ چې رسول الله ﷺ به فرمائیل۔ بیشکه هر نمونځ هغه ګناه معاف کوی کوم چې د هغه مانځهٔ نه مخکښې وی۔ ( یعنی د یو مانځهٔ نه بل مانځهٔ تر وخته چې کوم واړهٔ ګناهونه شوې وی هغه ټول معاف شی۔)
حضرت ابو امامه رضی الله عنه روایت کوې۔ ما دَ رسول الله ﷺ نهٔ اؤریدلې دې۔هغوېٔ وئیل چې یو فرض نمونځ چې بل فرض نمونځ سره یو ځاېٔ شې نو هغهٔ ټول ګُناهُونه وُرکوې،کوم چې دَ هغې نه مخکښې شوې وې، (یعنې ټول واړهٔ ګناهونه چې ددې دواړو نمونځونو تر مینځه شوې وې) او د جُمعې نه مخکښې شوې دې تر دې چې دَ بلې جمعې نمونځ وکړې۔ او روژه ورکوې هغهٔ ګُناهونه چې ددې نهٔ مخکښې شوې وې تر دې چې دَ بل رمضان روژې ونیسې او حج ورکوې هغه ټول ګُناهونه کوم چې ددې نه مخکښې شوې دې۔تر دې چې بل حج وکړې او راوې وائی چې فرمائیلې دې رسول الله ﷺ نه دې جائز مسلمانې ښځې ته حج کول مګر دَ خپل خاوند یا خپل ذې رحم محرم سره،(داسې رشته دار چې پرده ترِ نهٔ وې پکار)
که څوک دا اُوائی چې دَ هر نمانځه نه مخکښې واړهٔ ګناهونه معاف کیږې نو دَ جمعې نمانځه ته به څهٔ پاتې شې چې معاف کړې۔ نو جواب ېٔ دا دے چې که واړهٔ ګناهونه نهٔ وې۔ دَ هغې په ځاېٔ به ېٔ نورې درجې بلند شې۔
حضرت ابو امامه رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې ، دَ نمانځهٔ مثال داسې دې لکه دَ چا دَ کور مخکښې چے دَ خوږو اوبو نهر روان وې او هغهٔ ورکښې دَ ورځې پنځهٔ ځله غُسل کوې۔ ایا دَ هغهٔ په بدن به خِیرې پاتې شې؟
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې ، دَ قیامت پهٔ ورځ وړومبې شې چې دَ بنیادم سره به دَ هغې حساب کتاب کیږې نمونځ دې که داېٔ صحیح وې نو نور اعمال به ې هم صحیح وې۔(ځکه چې دَ نمانځه پهٔ برکت دَ نمونځ ګذار نور اعمال هم درست وې) او که خراب وې نو دَ هغهٔ نور اعمال به هم خراب وې۔ بیا به حق تعالیٰ فرشتو ته اُووائی چې وګورېٔ زما دَ بنده څه نفل نمونځونه هم شته۔ که وې نو په هغې به دَ فرض نمونځونو نقصان پوره کړې شې۔ بیا به دَ باقې فرائضو هم دَغسې حساب کیږې۔ او دَ نوافلو نه به دَ هغې کمې پوره کولې شې لکه فرض روژهٔ او نفل روژهٔ، فرض صدقه او نفل صدقه وغیره۔ دَ خداۓ پاک په رحمت او مهربانېٔ باندې، یعنې دا دَ خداۓ رحمت دې چې فرض په نفلو پوره کوې، ورنه قاعده خو دا غواړې چې پهٔ نفلو دِ نهٔ پوره کیږې او عذاب دِ ورکړې شې او چې دَ چا فرائض هم درست نهٔ وې او نوافل ېٔ هم نه وې،هغهٔ ته به عذاب ورکولې شې البته که خداۓ پاک ېٔ پهٔ خپل فضل معاف کړې نو دا بیله خبره ده۔
حضرت ابو هریره رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې الله تعالیٰ چې پهٔ بنیادمو کوم کارونه فرض کړې دې پهٔ هغو ټولو کښې نمونځ زیات بهتر دې نو چې څوک ېٔ دَ زیاتَولو طاقت لرې هغهٔ ته پکار دې، چې زیات ېٔ کړې ،یعنې نمونځونه کوې چې ډیر ثواب ېٔ کیږې۔
حضرت عبادهٔ بن صامت روایت کوې چې حضور ﷺ فرمائیلې دې چې ماته دَ الله تبارک و تعالیٰ دَ طرج نه جبرائیل علیه السلام راغلو او وېٔ وئیل اېٔ محمده، الله تعالیٰ فرمائیلې دې ما ستا پهٔ اُمت باندې پنځه نمونځونه فرض کړې دې چاچې هغهٔ پورهٔ کړل دَ اؤداسهٔ سره، په خپل وَخت باندې دَ رکوع او سجدې سره هغهٔ تهٔ دا ذمه دارې ورکیدې شې چې دَ دې نمانځه په برکت به جنت ته ځې او څوک چې یَو ځاېٔ شو ما سره پهٔ داسې حال کښې چې هغهٔ په دې فرض نمونځونو کښې کمې کړې وې، نو زما سره دَ هغهٔ هیڅ ذمه وارې نشتهٔ که غواړم نو هغهٔ ته به ورکړم او که غواړم نو پهٔ هغهٔ به رحم وکړم۔
حدیث شریف دې چې چا اؤدس وکړو او ښه ېٔ وکړو بیا ېٔ دوه رکعته نمونځ وکړو۔داسې چې نهٔ ورکښې خطا شو او نهٔ ترِ نه څهٔ هیر شو الله تعالیٰ به دَ هغهٔ زاړهٔ ګناهونهٔ معاف کړې۔ دوهٔ رکعته نمونځ پهٔ داسې اهتمام سرهٔ کول چې غلطې ورکښې نهٔ وې څهٔ ګران کار نهٔ دې۔ غلطې دَ غفلت پهٔ وجه کیږې۔ غفلت نه دې پکار پهٔ حدیث کښې دې چې دَ مسلمان نمونځ نُور پیدا کوې۔ څوک چې غواړې خپل زړهٔ دِ روښانه کړې۔
حدیث شریف دې چې الله تعالیٰ نهٔ دې فرض کړې زیات بزرګ شې دَ توحید(یعنې خداۓ پاک دَ هغهٔ پهٔ ذات او صفاتو او افعالو کښې یکتا منل) او نمانځه نه او که ددې نه څه بهتر شې وې الله تعالیٰ به پهٔ فرښتو فرض کړې وو۔
ځنېٔ فرښتې رکوع کوې او ځنې سجدهٔ یعنې فرښتې چونکهٔ پاکیزه او خداۓ پاک تهٔ نزدې دې۔ او پهٔ هغوېٔ کښې دَ عبادت ماده ډیره ده نو که څهٔ عبادت دَ نمانځه نه بهتر وې نو پهٔ هغوېٔ به فرض شوې وو۔ ددې حدیث نه دا هم معلومه شوه چې پهٔ مجموعې حیثیت سره نمونځ څنګه چې په مونږ فرض دې پهٔ فرښتو نه دې فرض بلکه دَ نمانځه بعضې اجزا په بعضو ملائکو باندې فرض دې۔ زمونږ څومره خوش قسمتې ده چې دَ عبادت هغهٔ نفیس اجزا چې پهٔ ملائکو تقسیم شوې دې۔ مونږ ته په جَمع راکړې شوې دې۔ نو ددَغې نعمت قدر پکار دې۔
حضرت انس رضی الله عنه روایت کوې چې پهٔ خپل نمانځه کښې مرګ یادَ وې۔ څوکٔ چې پهٔ نمانځه کښې مرګ یادَوې هغهٔ نمونځ پهٔ طریقه کولې شې۔ نمونځ دَ هغې سړې پهٔ شان کول پکار دې دَ چا چې دا ګمان وې چې بس دغه یَو اخرې نمونځ کوم او دَ داسې کار نه ځان بچ کول پکار دې کوم چې دَ پیښمانتیا اؤ ملامتې سبب ګرزې۔حدیث
حدیث شریف دې دَ هغې سړې مونځ کامل نهٔ دې څوک چې په مانځهٔ کښې عاجزې نهٔ کوې،په حدیث کښې تخشع لفظ راځې دَ هغې ترجمه،پهٔ عاجزیٔ سره شوې ده۔ اصل کښې دَ هغې معنیٰ دَ سکون سره مونځ بغیر دَ عاجزیٔ نهٔ ممکن نه دې نو له دې وجې نه ېٔ پهٔ عاجزیٔ سره ترجمه وُشوه۔ سکون بغیر دا عاجزېٔ نهٔ ځکه نه راځې چې څوک بې باکیٔ سره کښینې پاسې هغه به خوا مخواه بې ضرورته خوزې و اخوا دیخوا به ګورې راګورې۔ اؤ چې عاجزې کوې نو په ادب سره به مونځ کوې۔
حضرت علی رضی الله عنه روایت کوې چې ”دَ رسول الله ﷺ اخرې خبره دا وه چې دَ مانځه خیال ساتیٔ۔ د خدایٔ نه یریږې ، دَ وینځو مریونو په باره کښې۔“ دا واړه خبرې دَ دومره اهتمام لایقې دې چې رسول الله ﷺ دَ دنیا نه دَ سفر په وخت ددې اهتمام وکړو ځکه چې ه مانځه کښې خلق ډیره ناراستیا کوې۔ اؤ وینځې غلام،نوکر چاکر بال بچ ته تکلیف ورکول معمولې کار ګنړې۔ مسلمانانو ته ددې دواړو کاره خاص خیال ساتل پکار دې۔
دَ خدایٔ پاک ځنې نیک بندیان خو دَ مانځه دومره شوقیان وو چې حضرت منصوررضی الله عنه بن زازان (تابعې) به دَ سحر دَ نمر ختو نه تر مازیګر ه ټوله ورځ مونځ کولو څرګنده ده چې فرض مونځونه خو پهٔ دې مینځ کښې صرف دوه وو،نور به ېٔ نفل کول۔ اؤ حضرت منصور بن المعتمررضی الله تعالیٰ عنه څلویښت کاله دَ ورځې به روژه وو او ټوله شپه به ېٔ پهٔ عبادت ویښه تیَروله او ټوله شپه به ېٔ دَ خداۓ دَ ویرې ژړل چې صبا به شو نو سترګې به ېٔ تورې کړې۔ اؤ سر به ېٔ غوړ کړو۔ مور به ورته وې چې تا څوک وژنې چې خپل شکل بدلوېٔ؟ هغهٔ به ورته پهٔ جواب کښې وې چې زهٔ ځان ښه پیژنم۔ مطلب ېٔ دا وو چې که زما دَ ظاهرې شکل نه عبادت معلومیږې نو خلق به راباندې دهوکه وخورې۔ بزرګ به مې ګنړې۔ زهٔ ځان پیژنم چې ددې درجې نهٔ یم۔ امیر عراق هغه راوبلو دَ کوفې دَ ښار قاضې کولوې۔ هغهٔ انکار وکړو۔ نو امیر قید کړو۔ بیا ېٔ څه موده پس پریښوده۔ ځنې خلقو وئیلې دې چې مجبورا دوه میاشتې قاضې شوې وو۔ وُګورېٔ۔ ددې بزرګانو دَ عبادت سره څومره مینه وه؟ او د دنیا نه ېٔ څومره نفرت کولو۔ چې بغیر د محنت نه ورته پهٔ ډیره اَسانتیا عُهده حکومت،دولت او عزت ورکیدې شو لیکن هغوېٔ نهٔ قبلولو۔
حدیث شریف دې چې چا پهٔ ورځ کښې دوهٔ رکعته مونځ داسې وکړو چې فرض نهٔ وې دَ هغهٔ دَ پاره به خداۓ پاک پهٔ جنت کښې یو محل تیار کړې،(ددې نه مراد سنت مؤکده دې۔ دوه سحر،شپږ د ماسپښین،دوه دَ ماښام دوه دَ ماسخوتن۔
حدیث شریف دې۔ ، چا چې دَ ماښام او ماسخوتن پهٔ مینځ کښې شپږ رکعته مونځ داسې وکړو چې پهٔ مینځ کښې څهٔ ناکاره خبره ونکړه نو هغه ته به د دولسو کالو دَ نفل مونځ ثواب ورکیدې شې۔
حدیث شریف دې”چې چا دوه رکعته مونځ ځانته وکړو۔ پهٔ داسې ځاېٔ کښې چې سِوا دَ خداۓ پاک نه اؤ دَ هغهٔ دَ ملائکو نه چې هَر وَخت ورسره وې بل څوک ېٔ ونهٔ وینې دَ هغهٔ دَ پاره به دَ دوزخ نه خلاصې ولیکلې شې۔“یعنې الله تعالیٰ به دَ داسې عمل توفیق ورکړې چې دَ دوزخ دَ اور نه بچ شې خو دا هله چې دَ همیشه دَ پاره دَغَسې مونځ کوې۔
حدیث شریف دې ”څوک چې دَ څاښت مونځ دولس رکعته کوې هغهٔ ته به خداۓ پاک پهٔ جنت کښې د سرو زرو محل تیار کړې۔“
حدیث شریف دې”چا چې څلور رکعته دَ څاښت مونځ او څلور رکعته دَ ماسپښین دَ سنتو نه علاوه مونځ وکړو هغهٔ ته به پهٔ جنت کښې مکان جوړَؤلې شې۔
حدیث شریف دې”څوک چې دَ مازیګر دَ مانځه نه مخکښې څلور رکعته نفل کوې الله تعالیٰ به دَ هغهٔ وجود پهٔ اور باندې حرام کړې۔“(یعنې هغهٔ ته به ددې مانځهٔ پهٔ برکت، الله تعالیٰ دَ نیکو توفیق ورکړې۔ او دَ دوزخ دَ اور نه به ېٔ بچ کړې۔
دَ عبادت ډیر برکتونه دې،خو دا ضرورې ده چې عبادت دومره پکار دې څومره چې سړې دَ همیشه دَ پاره کولې شې ۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔،خو چې سِوا دَ سختې مجبورېٔ نه ېٔ ناغه کوې نه نفل مونځ دِ سړې هله شروع کړې چې بیا ېٔ پریږدې نه۔ دَ شروع کولو نه پس ېٔ پریښودل ډیر بدکار دې نهٔ شروع کول ترینه ښهٔ دې۔
حدیث شریف دې” رحم وکړې الله تعالیٰ پهٔ هغه چا چې دَ مازیګر د مانځهٔ نه مخکښې څلور رکعته نفل کوې۔“
اې مسلمانانو ورونړو او خویندو ،دَحدیث دَدې مضمون نه ځان قربان کړېٔ،وُګوریٔ پهٔ لږ محنت باندې څومره لویه مرتبه ورکیدې شې۔دَ رسول الله ﷺ دَ دعا برکت او دَ ګناهونو نه بچ کیدل ددې چې څومره قدر وشې کم دې۔ دَ رسول الله ﷺ ددعا ډیر لږ خوش نصیبه خلق حقدار کیدې شې۔ سحر او ماښام دواړه وخت زمونږ عمل نامې دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مخکښې پیش کیږې۔ څوک چې نیک کارونه کوې اؤدَ حضورﷺ ښیٔلې شوې عبادتونه کوې دَ هغوېٔ نه رسولِ اکرمﷺ ډیر خوشحاله شې۔ او دَ هغوېٔ دَ خوشحالېٔ پهٔ وجه ېٔ دواړه جهانونو کښې ارام او خوشحالې نصیب کیږې۔
حدیث شریف دې”دَ شپې مونځ(تهجد)پهٔ ځان ضرورې کوې اګر چې یو رکعت وې“۔مطلب ېٔ دادې چې دَتهجد مونځ کول ضرورې دې۔ که دَ چا ډیر توفیق نه وے نو چې څو رکعته کولې شې هغه هومره دې کوې۔ دا مطلب ېٔ نه دې چې یَورکعت دِ کوې۔ ځکه چې یَو رکعت مونځ نهٔ وې۔ کم نه کم دوه رکعته پکار وې۔ دَ تهجد مونځ فرض نه دې خو ثواب ېٔ ډیر زیات دې۔
حدیث شریف دې”دَ تهجد مونځ پهٔ ځان لازم کړېٔ ځکه چې دادَ هغې نیکانو طریقه ده کوم چې ستاسو نه وړاندې لاړدې۔ او الله تعالیٰ ته نزدې کیدل دې۔ او دَ ګناهونو نه بچ کیدلو او دَ ګناهونو لرې کولو ذریعه ده او د بدن مرض لرې کوې۔ لږ عور وُکړې ددې مونځ څومره ډیرې فائدې دې۔ ثواب هم ،دَ ګناهونو معافې هم۔ او دَ بدن ظاهرې بیمارې لرې کیدل هم۔ دَ باطنې بیماریٔ دَ پاره خو شفا ده۔ ځکه چې حدیث شریف کښې راغلې دې”دَ خدایٔ پاک ذکر دَ بیمارېٔ دَ پاره شفا ده۔ او مونځ خو اعلیٰ درجه ذکر دې۔ دَ تهجد وَخت خاص طور سره دَ دُعا دَ قبلیدو وخت دې۔ امام اعظم رحمته الله علیه څلویښت کاله دَ ماسخوتن په اودس دَ سحر مونځ کړې دې۔ ټوله شپه به ېٔ دَ خداۓ پاک عبادت کولو۔
حدیث شریف دې رسول الله ﷺ فرمائی چې خداۓ پاک پارمائیلې دې۔ چې اے بنیادمه،تهٔ څلور رکعته نفل دَورځې پهٔ اول کښې وُکړه خالص زما دَ پاره پهٔ اِخلاص سره نو زهٔ به دَ ورځې تر اخره پورې دَ ستا کارونه پوره کړم۔ دا دَ اشراق دَ مانځه فضیلت دې۔ وُګورېٔ ثواب ورته هم ورکیدې شې او کارونه ېٔ هم پوره کیدې سې ۔ ددې نه زیات احسان به څهٔ وې۔ بدنصیبه خلق هسې اخوا دیخوا ګرزې۔ټول عُمر دَ معمولې معمولې کارونو دَ پاره دَ مخلوق خوشامندې کوې۔ کاش،خپل خالق ېٔ پیژندلې او دَ هغهٔ پهٔ احکامو ېٔ عمل کولې۔ دَ هغهٔ دَ رضا کوشش ېٔ کولې، نو دَ دین او دُنیا دواړو کار به ېٔ جوړوو۔ دَ یو بزرګ قول دې”دَ هر قوم یو کسب وې چې په هغې خپله روزې حاصلوې ۔ زمونږ کسب تقویٰ او توکل دې۔“ تقویٰ پرهیزګارېٔ او دَ خداۓ تعالیٰ دَ احکامو تعمیل ته وئیلې شې۔ او توکل پهٔ خداۓ پاک باندې تکیه کولو ته وائی۔غرض دا چې پهٔ دینداریٔ باندې سړې دَ دُنیا دَ مشقت،تکیف او دَ مخلوق دَ خوشامندو نه هم خلاصیږې۔ او دَ اخرت او ثواب ېٔ هم کیږې۔ کاش،چې مونږدې طرفته توجه وکړې۔
دريم باب دَ مانځهٔ بيان صفحه 140
مونځ۔ دَ مانځه ډیره لویه درجه ده۔ یَو عبادت هم خداۓ پاک ته دَ مانځه هومره خوږ نشته۔ خداۓ پاک پهٔ خپلو بندیانو باندې پینځه وخته مونځ فرض کړې دې۔ددې دَ ادا کولو ډیر ثوابونه دې۔ او دَ نه کولو ېٔ ډیره لویه ګناه ده۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځې”چې څوک پهٔ ښهٔ شان سره اؤدس کوې او ښه پهٔ مینه سره مونځ کوې،خداۓ پاک به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ هغه واړهٔ واړهٔ ګُناهونه ټول معاف کړې او جنت به ورکړې“ اوحضور ﷺ فرمائیلې دې ”مونځ دَ دین ستن ده،چاچې پهٔ ښهٔ شان سره مونځ وکړو هغهٔ دین ښهٔ وساتلو او چا چې دا وُغورزَوله(مونځ ېٔ ونکړو) هغهٔ خپل دین برباد کړو“ حضورﷺ فرمائیلې دې” دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ هر څه نه وړومبې دَ مانځه تپوس کیږې اؤ دَ مونځګذار و لاسونه پښې او مخ به دَ قیامت پهٔ ورځ لکه دَ نُور روښانه او پړقیدونکې وې۔او بې نماځه خلق به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ دې دولت نه محروم وې۔ اؤ حضورﷺ فرمائیلې دې”مونځګذار به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ نبیانو، شهیدانو او ولیانو سره پورته کیږې۔ او بې نمازه به دَ فرعون،هامان،قارون او نورو غټوغټو کافرانو سره پاسې“ ځکه مونځ کول ډیر ضرورې دې، او پهٔ نه کولو کښې دَ دین دُنیا دواړو تاوان دې،ددې نه زیات به څه وې؟ چې دَ بې مانځه پورته کیدل به دَ کفارو سره وې۔ او بې مانځه دَ کافرو سره شریک کړې شې،خداۓ مو وُساته۔ مونځ نه کول څومره ناکاره کار دې مونځ پهٔ هر مسلمان نر ښځې باندې فرض دې، سیوا د وړوکې هلک جینېٔ نه چې لا ځوان شوې نهٔ وې، او سیوا دَ لیونې نه چې پهٔ څه نه پوهیږې۔
وړوکې اولاد چې دَ اووه کالو شې نو مور پلار دَ پاره دا حکم دې چې مونځ دِ ورباندې کوې۔ اؤ چې دَ لسو کالو شې نو وهې دِ ېٔ، که مونځ نه کوې مونځ قضا کول پهٔ هیڅ وخت کښې جائز نهٔ دې۔ پهٔ څهٔ طریقه چې وې مونځ دِ ضرور کوې۔ البته که دَ چا هیر شو اؤ بلکل ېٔ یاد نهٔ وو۔ یا داسې غافل اُوده شو چې رابیدار شو نو دَ مانځه وخت تیروو، داسې وخت کښې ګناه نهٔ ده۔ لیکن چې څهٔ وخت بیدار شو یا ېٔ رایاد شو نو پهٔ هغهٔ وخت ورته کول پکار دې۔ البته که هغهٔ وخت مکروه وې۔(د، نمر ختو وخت د نمر پریوتو وخت، او غرمه چې نمر سر پهٔ سر وې دا مکروه وختونه دې) نو دومره دِصبر وکړې چې مکروه وخت ختم شې۔هم دغه شان کوم مونځ چې دَ بې هوشېٔ پهٔ وجه قضا شوې وې۔ دَ هغې قضا کیدو هم ګناه نشته۔ چې کله پهٔ هوش راشې نو پهٔ هغهٔ وَخت دِېٔ وکړې۔
دَ مانځه وَختونه۔
نمبر۱۔شپه چې ختمه شې اؤ صبا نِزدې شې نو نمر خاتهٔ طرفته پهٔ اسمان کښې پهٔ اُوږدوالې باندې قبله پهٔ نمرخاتهٔ یَو سپین والې ښکاره شې،دې ته صبح کاذؔب وائی۔ بیا لږ ساعت پس پهٔ بلنو باندې قطب پهٔ سوئیل یوه سپینه لیکه څرګنده شې۔ ورو ورو زیاتیږې اؤ لږ غوندې وخت کښې سپینه رڼا شې۔ دې ته صبح صادق وائی۔دَدغې سپینې لیکې دَ شروع کیدو نه دَ سحر دَ مانځه وخت شروع کیږې۔ اؤ نمر تر راختو پورې وې۔ دَنمر چې لږه غوندې کناره څرګنده شې نو دَ سحر وخت ختم شې۔
نمبر۲۔دَ زوال نه پس دَ ماسپښین وخت شروع کیږې۔زوال دې ته وائی چې قبلې طرفته اُوږد سورې دَ قبلې نه راروان شې۔ورو ورو قطب طرفته ځې۔چې بلکل قطب ته نیغ شې نوبیا نمرخاتهٔ طرف واوړې۔دغې اؤړیدو ته زوال وئیلې شې۔ چې قبلې ته مخ کړې او وُدریږې نو ښې لاس ته قطؔب وئیلې شې۔ دَ زوال بله اسانه پیژندګلو داده۔ چې نمر راوُخیژې راپورته کیږې نو دَ هر څیز سورې ورو ورو کمیږې چې کمیدل بند شې دا دَ غرمې وخت دې۔ دې نه پس بیا زیاتیدل شروع شې۔ داد زوال وخت نه دَ ماسپښین وخت شروع کیږې۔او دَ غرمې پهٔ وَخت چې دَ څیز څومره سورې وې۔ دَ هغې نه علاسه چې سورې دَ هغې څیزپهٔ دوه هومره شې در دَغې وخته پورې دَ ماسبښین وخت دې۔ مثلا دَ یو لاس اوږد لرګې سورې دَ غرمې پهٔ وخت څلور ګوتې وو۔ نو چې کله دا سورې دوه لاسه اؤ څلور ګوتې شې۔ دَ ماسپښین وخت به ختم شې۔ او دَ مازیګر به شروع شې۔ دَ مازیګر وَخت دَنمر پریوتو پورې دې خو چې کله دَ نمر دَ سترګې بدل شې او رڼائی زیړه شې۔ دې وخت کښې مونځ کول مکروه دې لیکن دَ څه وجې نه که پهٔ چاناوخته شوې وې نو قضا کوې دېٔ نه وُدِې کړې خو پهٔ اراده سره دِ دومره نهٔ ناوخته کوې۔ دَدغې وخت دَ مازیګر دَ مانځه نه علاوه دَ بل وخت قضا مونځ یا نفل دِ پهٔ دې وخت کښې چرې نهٔ کوې۔
نمبر۳۔دَ نمر پریوتو نه پس دَ ماښام وخت شروع شې او چې تر څومره پورې قبلې طرفته دَ اسمان پهٔ مورګو کښې سُرخې وې دَ ماښام دَ مانځه وخت دې خو دَ ماښام پهٔ مانځه کښې دومره تاخیر نهٔ دې پکار چې ستورې رڼاوکړې۔ دومره ناوخته کول مکروه دې۔ بیا چې سُرخې ختم شې نو دَ ماسخوتن وخت شروع شې او تر صبح صادق پورې وې لیکن دَ ماسخوتن مونځ تر نیمې شپې وروستو کول مکروه دې۔ ثواب ېٔ کم دې۔ښه داده چې دَ درئمې برخې شپې پورهٔ کیدو نه وړاندې مونځ وشې۔
نمبر۴۔ پهٔ ګرمېٔ کښې ماسپښین جلدې نه ده پکار۔ چې دَ ګرمېٔ تیزې ختم شې نو مونځ کول ښهٔ دې او پهٔ یخنېٔ کښې اول وخت کښې کول ښهٔ دې۔
نمبر۵۔دَ مازیګر پهٔ وخت کښې تاخیر مستحب دې چې دَ مانځه نه مخکښې نفلونو ته وخت ډیر پاتې شې۔ځکه چې دَ مازیګر دَ مانځه نه پس نفلونه کول جائز نه دې۔لیکن دومره دِېٔ نهٔ ورستې کوې چې دَ نمر سترګه زیړه شې، دَ ماښام پهٔ مانځه کښې جلدې کول مستحب دې۔
نمبر۶۔ څوک چې پهٔ وروستېٔ شپه کښې تهجد کوې اؤ داېٔ پوخ یقین وې چې ضرور به بیداریږې دَ هغهٔ دَ پاره دَ وترو مونځ دَ تهجدو نه پس کول ښهٔ دې۔ اؤکه پهٔ بیداریدو ېٔ پوره یقین نهٔ وې نو دَ ماسخوتن سره دَ اوده کیدو نه مخکښې وِتر کول پکار دې۔
نمبر۷۔ دَ وریځې پهٔ ورځ دَ سحر،ماسپښین اؤ ماښام مونځ لږ ناوخته کول پکار دې۔ او دَ مازیګر مونځ دَ وخته کول ښهٔ دې۔
نمبر۸۔دَ نمر راختلو پهٔ وخت کښې،سَر پهٔ سَر غرمه کښې او دَ نمر پریوتو پهٔ وخت کښې یو مونځ هم نه کیږې۔ البته دَ هغې ورځې دَ مازیګر مونځ که ېٔ نه وې کړې نو دَ نمر پریوتو پهٔ وخت ېٔ هم کولې شې۔پهٔ دې درې واړو وختونو کښې سجده تلاوت هم مکروه او منع ده۔
نمبر۹۔ دَ سحر دَ مانځه نه پس تر څو پورې چې نمر اوچت نه وې راختلې نفل مونځ کول مکروه دې۔ البته دَ نمر راختو نه مخکښې دَ بل وخت قضا مونځ کول جائز دې۔ او سجده دَ تلاوت هم جائز ده۔ هم دغه شان دَ مازیګر نه پس تر نمر پریوتو پورې نفل مونځ کول جائز نهٔ دې۔ البته قضا مونځ اؤ سجدهٔ تلاوت جائز ده۔ لیکن چې نمر زیړې شې نو بیا دا هم جائز دې۔
نمبر۱۰۔که دَ نمر راختو دَ ویرې چا دَ سحر مونځ بې سنتو تش فرض وُکړل نو چې پورې نمر ښهٔ اوچت نهٔ وې راختې سنت هم نشې کولې چې نمر اُوچت راوُخیژې نو بیا دغه سنت او نفل څهٔ چې غواړې کولې شې۔
نمبر۱۱۔ دَ صبح صادق راختو نه پس تر نمر راختو پورې دَ سحر دَ دؤو سنتو او دَ دوؤ فرضونو نه سیوا نور نفل جائز نهٔ دې البته قضا مونځونه یا سجدهٔ تلاوت کولې شې۔
نمبر۱۲۔که دَ سحر پهٔ مانځه کښې ورباندې نمر راوخیژې نو مونځ وُنشو چې نمر رااُوچت شې نو قضا دِ ېٔ وُکړې۔ او که دَ مازیګر مانځه کښې ورباندې نمر پریوتو نو دغه مونځ ېٔ وشو۔دَ قضا ضرورت ېٔ نشته۔
نمبر۱۳۔دَ ماسخوتن دَ مانځه نه وړومبې اُوده کیدل مکروه دې، مانځه نه وروستو اُوده کیدل پکار دې۔ لیکن دَ ناجوړتیا یا سفر پهٔ وجه که ستړې وې اؤ چاته وُوائی چې ما بیدار کړه مانځه ته نو خیر دې۔
نمبر۱۴۔دَ سړو دَ پاره مستحب دادې چې دَ سحر مونځ داسې وخت شروع کړې چې رڼا ښه خوره شوې وې۔ او مونځ ښهٔ پهٔ ارام سره وُکړې څلویښت ایاته تلاوت وکښې پهٔ ښه طریقه وُکړې۔ اؤ که دَ څهٔ وجهې نه ورکښې فساد راشې نو چې دَ نمرراختو نه مخکښې دومره وخت پاتې وې چې بیا ورکښې مونځ دغه شان دَ څلویښتوایتونو دَ تلاوت سره دوباره کولې شې۔او ښځو ته همیشه دَ سحر مونځ پهٔ تیارهٔ کښې کول مستحب دې۔ هم دغسې سړو ته دَ حج پهٔ موقع پهٔ مزدلفه کښې دَ سحر مونځ پهٔ تیارهٔ کښې کول مستحب دې۔
نمبر۱۵۔دَ جمعې دَ مانځه وخت هم هغه دې کوم چې دَ ماسپښین دَ مانځه وخت دې صرف دومره فرق دې چې دَ ماسپښین مونځ پهٔ ګرمېٔ کښې لږ وروستې کول ښهٔ دې۔ او پهٔ یخنېٔ کښې پهٔ اول وخت کښې ښهٔ دې لیکن دَ جمعې مونځ همیشه دَ پاره پهٔ اول وخت کښې سنت دې۔
نمبر۱۶۔ دَ اخترونو دَ مانځه وخت دَ نمر دَ راوچتیدو نه پس شروع کیږې۔او دَ غرمې نه لږ مخکښې پورې وې دَ نمرښهٔ راختلو نه مطلب دادې چې دَ نمر زیړوالې ورک شې،او پهٔ نظر ورته کتلې شې۔دَ لوېٔ اختر مونځ زرکول مستحب دې۔ او پهٔ واړهٔ اختر کښې لږ تاخیر پکار دې۔
نمبر۱۷۔چې امام خطبې ته ودریږې دَ جمعې خطبه وې که دَ اخترونو یا دَ حج پهٔ وخت کښې مونځ کول مکروه دې۔
نمبر۱۸۔چې دَ جمعې دَ مانځه تکبیر وشې نو مونځ کول مکروه دې۔ سحر سنت که چا نهٔ وو کړې او دا ېٔ یقین وې چې یَو رکعت به دَ امام سره لاندې کړې شم، نو دَ هغه دَ پاره سنت کول مکروه نه دې۔ بعضې علماؤ وئیلې دې که صرف تشهد لاندې کولې شې نو هم ورته سنت کول پکار دې۔ که چا سنت مؤکده شروع کړې وې او تکبیر وشې نو هغه دې پوره کړې۔
نمبر۱۹۔دَ اخترونو دَ مانځه نه ړومبې پهٔ عیدګاه کښې وې او که پهٔ کور کښې نفل مونځ مکروه دې اؤ دَ اخترونو دَ مانځه نه پس صرف پهٔ عیدګاه کښې مکروه دې۔
اذان اؤ اقامت۔
نمبر۱۔کهٔ دَ وخت دَ مانځه دَ پاره اذان وئیلې شې نو دَ هغې وخت کیدل ضرورې دې۔ دَ وخت نه مخکښې اذان درست نهٔ دې۔ دَ وخت کیدو نه پس به هغه دوباره کولې شې دَ سحر دَ مونځ دَپاره وې که بل وخت۔
نمبر۲۔ اذان اؤ اقامت دَ عربَیٔ ژبې پهٔ دغو خاصو الفاظو کښې ضرورې دې کوم چې دَ رسول اللهﷺ نه منقول دې۔ که پهٔ بله ژبه یا عربیٔ ژبې پهٔ نورو الفاظو کښې اذان یا اقامت څوک وکړې دا درست نه دې۔ اګر چې خلق ترِدَ اذان مطلب واخلې او پوه شې پر۔
نمبر۳۔ مؤذن به سړې وې۔ دَ ښځې اذان درست نهٔ دې۔ که ښځې اذان وُکړو نو دوباره به کول پکار وې۔ که بې دوباره کولو چا مونځ وُکړو نو داسې دې لکه چې بې اذانه ېٔ کړې وې۔
نمبر۴۔مؤذن دَ پاره عاقل بالغ کیدل هم ضرورې دې۔ دَ وړوکې ماشوم او لیونې اذان هم منظور نهٔ دې۔
نمبر۵۔ دَ اذان صحیح طریقه داده چې اذان کوونکې دِ دَ وړې او لوېٔ دواړو بې اودسو(اودس او غسل) نه پاک وې۔ پهٔ څه اوچَت ځاېٔ دَ ودریږې قبلې ته دِ مخ کړې۔ دَ دواړو غوږونو سُورې دِ دَ شهادت پهٔ ګوته بند کړې۔ او پهٔ پوره طاقت سره دِ پهٔ اوچت اواز۔ دا کلمات وُوائی، ”اللهُ اکبر“ څلور ځله
”اَشهدُ اَن لا اِلٰهَ اِلا اللهُ“ دوه ځله، ”اَشهد ان محمدارسولُ الله“ دوه ځله، ”حَی عَلَی الصلٰوة“ دوه ځله،
”حَی عَلَی الفلاح“ دوه ځله، بیا ”اللهُ اکبر“دوه ځله،”لَا اِلٰهَ اِلا اللهُ“ یَو ځل۔ د ”حَی عَلَی الصلٰواة“ وینا پهٔ وخت به ښې طرفته مخ ګرزَوې۔ خو چې سینه او قدمونه ېٔ دَ قبلې نه اونهٔ ګرزَې۔ او دَ” حَی عَلَی الفَلاح“ وینا پهٔ وخت به مخ ګس طرف ته په دغه شان ګرزَوې۔ دَ سحر دَ مانځه پهٔ اذان کښې به دَ” حَی عَلَی الفلاح نه پس دوه ځله ”اَلصلاة خَیر منَ النوم“ هم وائی۔ دَ اذان الفاظ ټول پنځلس دې اؤ دَ سحر دَ اذان اولس دَ اذان الفاظ به دَ سندرو پهٔ شان وزن باندې نه وائی اؤ څه الفاظ په ورو اؤ څهٔ پهٔ زوره به هم نهٔ وائی(ټول بهٔ یو شان پهٔ زورهٔ وائی)دَ دوه ځله ”اَللهُ اَکبر“ وینا نه پس اؤ دَغه دَ هرې کلمې دَ وَینا نه پس دِ دومره دمه کومه چې بل سړې پهٔ جواب کښې دَغه کله وُوئیلې شې۔
نمبر۶۔دَ اقامت کولو هم دغه طریقه ده۔ طرق دومره دې چې ښه داده چې اذان ځانه دِ دَ جماعت نه بَهَر وې او اقامت پهٔ جماعت کښې کولې شې۔ بل دا چې اذان پهٔ زوره کولې شې اؤ اقامت پهٔ ورو ورو او اقامت کښې ”اَلصلٰواة خَیر مِن النوم“ نهٔ شې وئیلې۔ دَدې پهٔ ځاېٔ پنځه واړه وخته کښې ”قَد قامت الصلواة“ دوهٔ ځله وئیلې شې۔ اَؤ دَ اقامت پهٔ وخت غوږونو کښې ګوتې ورکول هم نشته۔ او پهٔ اقامت کښې دَ ”حَی علی الصلٰوة او حَی علی الفلاح“ وینا پهٔ وخت مخ ګرزول هم ضرورې نهٔ دې۔
دَ اذان او اقامت احکام۔
نمبر۱۔ دَ ټولو فرضونو مونځونو دَ پاره یَو ځل اذان وئیل سنّت موکده دې۔ مسافر وې که مقیم پهٔ جمع مونځ کوې او که ځانله ځانله، دَ وخت مونځ کوې اؤ که قضا۔او دَ جُمعې دَ مانځه دَ پاره دوه ځله اذان وئیلې شې۔
نمبر۲۔که مونځ پهٔ داسې سبب قضا وې چې هغه عام وې۔نو هغې ته اذان پهٔ زوره پکار دې۔اؤ که پهٔ څهٔ خاصه وجه قضا شوې وې نو اذان ورته غلې غوندې پکار دې۔ چې خلق خبر نه شې ځکه چې مونځ قضا کؤل دَ غفلت اؤ دَ دین پهٔ کار کښې دَ مستېٔ علامه ده او دا ګناه ده۔ اؤ ګناه څرګندَوُل ښه کار نهٔ دې۔ او که ډیر مونځونه چانه قضا شوې وې۔ او ټول پهٔ یو ځاېٔ باندِې کوې۔ نو صرف وړومبې مونځ ته اذان کول پکار دې۔ نووروته صرف اقامت کافې دې۔ البته دَ هر یَو دَ پاره خپل اذان مستحب دې۔
نمبر۳۔ دَ مسافر دَ پاره که ټول ملګرې پهٔ یو ځاېٔ وې اذان مستحب دې سنت نهٔ دې۔
نمبر۴۔ څوک چې پهٔ خپل کور کښې مونځ کوې۔ پهٔ جمع وې که یوازې هغوېٔ ته اذان اؤ اقامت کول مستحب دې۔ سنّت مؤکده نهٔ دې۔ هله که دَ محلې پهٔ کښې ېٔ اذان اؤ اقامت شوې وې۔ ځکه چې دا ټول محلې ته کافې دې۔
نمبر۵۔ پهٔ کوم جماعت کښې چې یو ځل دَ اذان اؤ اقامت کول ورته مکروه دې۔ البته که دې جماعت کښې مؤذن اؤ امام مقرر نهٔ وې نو بیا مکروه نه دې بلکه بهتر دې۔
نمبر۶۔ که څوک پهٔ داسې ځاېٔ کښې دَ ماسپښین مونځ کوې چې هلته دَ جُمعې دَ مانځه شرطونه پوره کیږې او دَ جُمعې مونځ ورکښې کیږې هغهٔ ته اذان او اقامت کول مکروه دې۔ دَ ماسپښین مونځ دَ عذر پهٔ وجه کور کول او که بغیر دَ څه عذر نه او دَ جُمعې دَ مانځه دَ ختمیدو نه مخکښې ېٔ کوې او که وروستو۔
نمبر۷۔ دَ فرض عین مونځونو نه علاوه نورو مونځونو دَ پاره اذان او اقامت نشته۔ عام له دې نه چې فرض کفایه وې لکه دَ جنازې مونځ،یا واجب وې لکه دَ اخترونو او وِتر یا نفلې۔
نمبر۸۔ښځو ته اذان او اقامت کول مکروه دې۔ ځانته مونځ کوې اؤ که پهٔ جمع۔
نمبر۹۔څوک چې اذان واؤرې سړې وې که ښځه،پاک وې، که پهٔ غسل کښې هغهٔ ته دَ اذان جواب ورکول مستحب دې۔ بعضې عالمانو ورته واجب هم وئیلې دې۔ یعنې چې کوم لفظ دَ مؤذن نه واؤرې، هم هغه دِ وائی لیکن دَ ”حَی عَلَی الصلٰواة“ او ”حَی عَلَی الفَلَاح“ پهٔ جواب کښې به”صَدَقتَ و بَرَرتَ“ وائی۔دَ اذان ختمیدو نه پس به درود شریف وُوائی۔ او بیا به دا دُعا وُوائی۔
اَللهُم رَب هٰذِهِ الدعوَةِ التامةِ وَالصلوٰةِ القَاءِمَةِ اٰتِ سَیِّدَنَا مُحمَّدِنِ الوَسِیلَةَ وَالفَضَیلَةَ وَبعَثهُ مَقَاما مَحمُودَنِ الذی وَعَدَّتهُ اِنکَ لَا تُخلِفُ الِیعَاد“۔
نمبر۱۰۔ دَ جُمعې وړومبې اذان چې وَاؤرې۔ دَ دُنیا ټول کارونه پریښول او جماعت ته تلل واجب دې۔ سُود سودا یا بل څه کار باندِې حصاریدل حرام دې۔
نمبر۱۱۔ دَ اقامت جواب ورکول هم مستحب دې۔ واجب نهٔ دې۔ دَ ”قَد قَامَتِ الصلوٰة“ پهٔ جواب کښې به ”اَقَامَهَا اللهُ وَادَمَهَا“ وائی۔
نمبر۱۲۔ پهٔ اَتو حالتونو کښې دَ اذان جواب ورکول نهٔ دې پکار(ا) دَ مانځه پهٔ حالت کښې(۲)دَ خطبې اؤریدو پهٔ وخت کښې۔دَ جُمعې خُطبه وې که دَ بل څه۔(۳)دَ حیض اؤ نفاس پهٔ حالت کښې۔(۵) دَ علمِ دین ښئیلو یا اوریدلو پهٔ وخت کښې۔(۶) دَ جماع پهٔ حالت کښې۔(۷)دَ وړوکې یا لوئی اودس ماتې پهٔ وخت کښې۔(۸)دَ خوراک خوړلو پهٔ وخت کښې یعنې پهٔ دې حالتونو کښې ضرورې نهٔ دې۔ چې ددې کارونو نه وزګار شې۔ او ډیر وخت نهٔ وو تیر شوې نو جواب ورکول پکار دې۔
دَ اذان اؤ اِقامَت مُستحَبَّات اَؤ سُنَّت۔
نمبر۱۔ پکار ده چې مؤذّن سړې وې،دَ ښځې اذان اؤ اقامت مکروه دې، که ښځې اذان وکړو نو دوباره کول ېٔ پکار دې۔ البته دَ اقامت دوباره کول نشته۔ځکه چې دَ اقامت تکرار مشروع نهٔ دې۔
نمبر۲۔ دَ مؤذن دَ پاره عاقل اؤ بالغ کیدل شرط دې۔ دَ لیونې مست او نابالغه ماشوم اذان او اقامت مکروه دې۔دَ اذان دوباره کول ېٔ ضرورې دې او دَ اقامت نه۔
نمبر۳۔ دا ضرورې ده چې مؤذّن دَ مانځه دَ وَختونو اؤ ضرورې مسٔلو نه خبر وې، دَ جاهل دَ اذان دومره ثواب نهٔ کیږې لکه دَ پوهه۔
نمبر۴۔ مؤذّن دِ پرهیزګار وې، دیندار اؤ دَ خلقو پهٔ حال خبر وې اؤ چې څوک جماعت ته نهٔ راځې هغوېٔ ته دِ زور نه کوې که څه خطره ورکښې نهٔ وې۔
نمبر۵۔ دَ مؤذّن اواز دِ اوچت اؤ خوږ وې۔
نمبر۶۔ اذان دَ جماعت نه بَهَر پهٔ اوچت ځاېٔ پکار دې۔ او اقامت جماعت کښې دَننه پهٔ جماعت کښې دَننه اذان مکروه تنزیهې دې البته دَ جُمعې دویم اذان به پهٔ جماعت کښې دَ ممبر پهٔ خوا کښې کولې شې۔
نمبر۷۔ اذان پهٔ ولاړه کول پکار دې، پهٔ ناسته اذان مکروه دې، دوباره کول ېٔ پکار دې،البته که مسافر یا مقیم صرف دَ خپل ځان دَ مانځه اذان کوې نو پهٔ ناسته هم خیر دې۔
نمبر۸۔ اذان پهٔ اوچت اواز پکار دې البته که یوازې ځانته کوې نو پهٔ ورو هم خیر دې۔ خو ثواب بیا هم پهٔ اوچت اواز کښې دې۔
نمبر۹۔ دَ اذان پهٔ وخت دَ غوږونو سُورې پهٔ ګوته بندَوُل مستحب دې۔
نمبر۱۰۔ دَ اذان الفاظ پهٔ دمه دمه وئیل سنت دې او دَ اقامت زر۔ دَ اذان هر دوؤ تکبیرونو نه پس دومره حصارتیا پکار ده چې اؤریدونکې ورته جواب ورکړې شې۔ دَغسې پهٔ نورو کلِمو کښې، هله که ۔۔۔۔۔۔ پسې دومره حصارتیا پکار وه چې هغه کلِمه پکښې ووئیلې شې۔ که پهٔ څه وجه اذان داسې ونهٔ شې وئیلې نو دوباره کول ېٔ پکار دې۔ البته که اقامت چا زر زر ونهٔ کړو۔ پهٔ دمه دمه ېٔ وکړو نو دوباره کول ېٔ نشته۔
نمبر۱۱۔ اذان کښې دَ”حَیَّ عَلَی الصَّلوٰةِ“ وینا پهٔ وخت ښې طرفته اؤ دَ ”حَیَّ عَلَی الفَلاح“ پهٔ وخت ګس طرف ته مخ ګرزَوَل سنت دې۔ خو چې ۔۔۔۔۔۔۔ او قدمونه ېٔ دَ قبلې نه وُنه ګرزې۔
نمبر۱۲۔ دَ اذان او اقامت دواړو وخت کښې قبلې طرفته مخ کول سنت دې۔ بل طرف ته مخ کول مکروه تنزیهې دې۔ البته که پهٔ سورلېٔ روان وې نو چې کوم طرف ته ېٔ مخ وې خیر دې۔
نمبر۱۳۔پهٔ اودس کښې اذان کول مستحب دې۔ اؤ اقامت کول ۔۔۔ د غُسل پهٔ حالت کښې اذان مکروهِ تحریمې دې۔ که چا وکړو دوباره کول ېٔ مستحب دې۔ اؤ اقامت کول دَ بې اودسېٔ پهٔ حالت کښې مکروه تحریمې دې خو دوباره کول ېٔ نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ اذان او اقامت دغه کلِمات پهٔ دغه ترتیب وَینا سنت ده، که څوک ېٔ وړاندې وروستو کړې لکه” اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدا رَّسُولُ اللهِ“ مخکښې وُوائی یا ”حَیَّ عَلیَ الفَلاح“ مخکښې وُوائی نو صرف هغه کلِمه دوباره وئیل پکار دې دَ ټول اذان دوباره کولو ضرورت نشته۔ لکه”حَیَّ عَلیَ الفَلاح“ ېٔ اُووې بیا ېٔ ”حَیَّ عَلَی الصَّلٰواة“ وُوې نو اوس دِ بیا ”حَیَّ عَلیَ الفَلاح“ وُوائی۔
نمبر۱۵۔ دَ اذان او اقامت پهٔ مینځ کښې خبرې کول نهٔ دې پکار۔دَ سلام جواب ورکول نه دې پکار۔ که چا خبرې وکړې نو که ډیرې ېٔ کړې وې۔ اَذان یا اقامت به دوباره کوې۔ که لږې وې نو خیر دې۔
نمبر۱۶۔که چانه دَ اذان جواب ورکول هیر شو یا ېٔ قصدًا جواب ورنهٔ کړو۔بیا ورته یاد شو یا ېٔ اراده وشوه نو که ډیر وَخت نه وې تیر شوې،جواب دِ ورکړې۔اوکه ډیر وخت شوې وې نو اوس دِېٔ نه ورکوې۔
نمبر۱۷۔ دَ اقامت کولو نه پس که ډیر تیر شې یا څهٔداسې کار وُشې چې دَ مانځه له قسمه نه وې۔ لکه خوړل،څښل،وغیره۔ نو اقامت به دوباره کولې شې۔ اوکه ډیر وخت نه وې۔لکه امام دَ سحر سنت لا نه وو خلاص کړې، هغه خلاصَوې نو دې ته ډیر وخت نشې وئیلې او دوباره کول ېٔ ضرورې نه دې۔
نمبر۱۸۔که مؤذن دَ اذان کولو پهٔ وخت کښې بې هوشه شې یا ېٔ اواز بند شې یا ترِ نه هیر شې او څوک ورته دَ ښئیلو نه وې۔ یا بې اودسه شې اؤ اودس کولو ته لاړ شې نو اذان دَ سَره بیا دوباره کول سنت مؤکدّه دې۔
نمبر۱۹۔ که څوک د اذان یا اقامت پهٔ مینځ کښې بې اودسه شې نو ښه داده چې هغه پوره کړې بیا اودس ته لاړشې۔
نمبر۲۰۔ یو مؤذن پهٔ دوؤ جماعتونو کښې اذان کول مکروه دې چې کوم جماعت کښې مونځ کوې هغې کښې دِ اذان کوې۔
نمبر۲۱۔ څوک چې اذان وکړې اِقامت هم دَ هغهٔ حق دې۔ البته که هغه چرته لاړ شې یا بل چاته اجازت ورکړې نو خیر دې۔
نمبر۲۲۔ ګنړ مؤذنان پهٔ یو ځاېٔ کښې اذان کولې شې(لکه پهٔ یو جامع مسجدونو کښې چې کوې)۔
نمبر۲۳۔ مؤذن ته پکار دې چې اقامت ته پهٔ کوم ځاېٔ ودریدلې وې هم پهٔ هغه ځاېٔ دِ ختم کړې۔
نمبر۲۴۔ اذان او اقامت دَ پاره نیت شرط نه دې البته ثواب بغیر دَ نیت نه نهٔ کیږې۔ اؤ نیت ېٔ دادې چې دَ اذان او اقامت خالِص دَ خداۓ دَ رضا دَ پاره کوم۔
دَ مانځه شرطونه۔
نمبر۱۔ دَ مونځ شرطونه کولو نه وړومبې څو کارونه فرض دې(۱)که اودس ېٔ نه وې نو اودس کول۔ که دَ غُسل حاجت وې ورته نو غُسل کول(۲) که پهٔ جامه یا بدن ېٔ پلیتې وې نو دَ هغې لرې کول(۳) پهٔ کوم ځاېٔ چې مونځ کوې دَ هغې پاکوالې۔(۴) دَ سړې دَ پاره دَ نامهٔ نه تر زنګونونو،اؤ دَ ښځې دَ پاره دَ مخ او دواړو لاسونو او دواړو پښو نه علاوه دَ سَر نه تر پښو ټول بدن پټول۔(۵) قبلې طرفته مخ کول۔(۶) کوم مونځ چې کوې دَ هغې نیت کول یعنې پهٔ زړهٔ کښې اراده کول۔(۷) دَ مانځه وخت کیدل دا ټول څیزونه دَ مانځه شرطونه دې۔ که پهٔ دې کښې یو هم پوره نه وې نو مونځ نه کیږې۔
نمبر۲۔ دَ نرې چکن،بک،ویل،جالیٔ یا ململ پهٔ لوپټه چې ویښتهٔ ترینه ښکارې مونځ نه کیږې۔
نمبر۳۔ که دَ مانځه پهٔ وخت کښې دَ ښځې څلورمه برخه پتون پنډېٔ،لیچه یا بل اندام څرګند شو۔ او دومره ساعت څرګند وې چې درې ځله ”سُبحَانَ رَبیَّ العَظِیم“ ورکښې وئیلې شې نو مونځ ېٔ مات شو دوباره دِ ېٔ دَ سره کړې اؤ که دومره ساعت نه وې څرګند دَ څرګندیدو سره ېٔ پټ کړې نو خیر دې۔ همدغه شان دَ هَر اندام چې پټول ېٔ فرض دې،پهٔ څرګندیدو مونځ ماتیږې۔ څلورمه برخه غوږ،څلور برخه دَ سَر ویښتهٔ، څلورمه برخه خیټه،څلورمه برخه شا، څلورمه برخه څټ،څلورمه برخه سینه، که څرګنده شې ددرې ځله ”سُبحَانَ رَبیَّ العَظِیم“ برابر نو مونځ ېٔ ماتیږې۔ همدغَسې دَ سړو دَ پاره که دَ نامهٔ نه تر زنګونه دَ یو اندام څلورمه برخه څرګنده شې اؤ دومره لحظه څرګنده وې چې درې ځله ”سُبحَان رَبیَّ العَظِیم“ ورکښې وئیلې شې نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۴۔ کومه جینېٔ چې لا ځوانه شوې نهٔ وې که دَ سَر نه ېٔ لوپټه پریوزې ویښته ېٔ څرګند شې مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ اؤ که بل داسې اندام چې پټول ېٔ فرض وې، څلورمه برخه څرګنده شې نو مونځ ېٔ ماتیږې۔ دوباره به ېٔ کوې۔
نمبر۵۔ که پهٔ بدن یاجامه باندې پلیتې لګیدلې وې۔ خو دَ وینځلو دَ پاره اوبه نه شې موندې نو همدغه شان دِ ورسره مونځ وُکړې۔
نمبر۶۔ که جامه ټول پلیته وې یا دَ څلورمې برخې نه که پاکه وې نو داسې وخت کښې دا هم صحیح ده چې دې جامې سره مونځ وُکړې۔ اؤ دا هم جائز داه چې دا جامې وُباسې او پهٔ بربنډه مونځ وُکړې۔ خودَ بربنډې نه پهٔ دې پلیتو جامو کول ښهٔ دې۔ او که دَ څلورمې برخې نه زیاته پاکه وې نو پهٔ بربنډه مونځ کول جائز نهٔ دې۔ هم دغو پلیتو جامو سره کول واجب دې۔
نمبر۷۔ که چا سره بلکل جامې نه وې یا څلورمې برخې نه کمې پاکې وې او پهٔ بربنډه مونځ کوې نو داسې ځاېٔ کښې دِ وُکړې چې څوک ېٔ نه وینې او پهٔ ولاړې دِ ېٔ نه کوې۔ پهٔ ناستې دِ ېٔ وُکړې۔ او رکوع سجده دِ پهٔ اِشاره کوې۔ که پهٔ ولاړې ېٔ وکړې او رکوع سجده هم وُکړې نو مونځ ېٔ صحیح دې خو پهٔ ناسته ښهٔ دې۔
نمبر۸۔ که پهٔ سفر کښې دَ چا سره لږې اوبهٔ وې چې که اودس پرِ کوې،نو پلیتې لرې کولو ته نه پاتې کیږې۔ او که جامه یا بدن پرِ پاکوې، نو اودس ترې نه پاتې کیږې۔ نو پهٔ هغه اوبو دِ پلیتې اووینځې او دَ اودس دَ پاره دِ تیمُّم وکړې۔
نمبر۹۔ که څادر دومره لوئی وې چې دَ هغې پلیته حصه دَ مونځګذار دَ حرکت سره نه خوزې۔ دَ هغې سره مونځ کول خیر دې همدغه شان دَ هغه څیز پاکوالې هم ضرورې دې کوم چې دَ مونځګذار سره وې۔ اؤ دَ هغه بچې دَ بدن یا جامه پلیتې وې اؤ هغه وړوکې پهٔ خپل زور نه وې ولاړ نو که هغه پلیتې ډیره وې دا مونځ ېٔ صحیح نه دې او که پخپل طاقت ولاړ وو نو خیر دې ځکه چې هغه دَ مونځ ګُذار نه جدا دې اؤ دا پلیتې به دَ هغهٔ ګنړلې شې۔ هم دغه شان که دَ مونځګُذار پهٔ بدن باندې داسې شې وې۔ چې پهٔ هغې کښې پلیتې وې خو دَ خپلو پیدا کیدلو پهٔ ځاېٔ کښې او ظاهره ورباندې دَ پلیتېٔ څهٔ اثر نه وې نو ددې څهٔ حرج نشته۔ لکه سخا هګیٔ چې دَ زیړو نه ېٔ وینه جوړه شوې وې، دَ چا پهٔ جیب کښې وه څهٔ حرج ېٔ نشته۔ ځکه چې وینه پهٔ هغه ځاېٔ کښې ده کوم ځاېٔ چې پیدا شوې ده۔ پهٔ خلاف دَ دې چې که پهٔ شیشه کښې وینه یا واړهٔ بول وو اؤ سر ېٔ ښهٔ بند وو۔ دَ هغې سره مونځ نهٔ کیږې۔ ځکه چې هغه پخپل ځاېٔ کښې نه ده۔
نمبر۱۰۔ دَ مونځ کولو ځاېٔ دَ پلیتېٔ نه پاکیدل پکار دې۔ البته که پلیتی دَ معافیٔ پهٔ مقدار وې نو څهٔ حرج نشته۔ دَ مانځه دَ ځاېٔ نه مراد هغه ځاې دې، پهٔ کوم چې دَ مونځ ګُذار پښې وې۔ او چې دَ سجدې پهٔ وخت کښې ورباندې زنګلونه اؤ لاسونه اؤ پوزه او تندې راځې۔
نمبر۱۱۔ که دَ یوې پښې ځاېٔ پاک وې۔ او بله ېٔ وچته کړې وې هم خیر دې۔
نمبر۱۲۔ کومه کپړه چې دَ مانځه دَپاره غوړَولې شې(مُصَلّٰٔی) دَ هغې هم دا حکم دې چې دَ پښو،زنګونونو، لاسونو،پوزې او تندې لګیدو ځاېٔ پکښې پاک وې که نوره پلیته وې هم خیر دې۔ دا کپړه لویه وې که وَړَه۔
نمبر۱۳۔ که پهٔ پلیت ځاېٔ کپړه غَوړولې شې،نو هغه دِ دومره نرېٔ نه وې چې ورلاندې ځاېٔ پهٔ نظر راځې۔
نمبر۱۴۔ که دَ مانځهٔ پهٔ وخت کښې دَ مونځ ګُذار کپړه پهٔ پلیت ځاېٔ پریوځې نو خیر دې چې دَ مانځهٔ پاک وې۔
نمبر۱۵۔ کهٔ دَ څهٔ معذوریٔ پهٔ وجه څوک بې جامو پهٔ بربنډه مونځ وکړې نو که دا عذر دَ بنیادمو دَ طرف نه وې، چې دا عذر ېٔ ختم شې نو دا مونځونه به دوباره بیا کوې، لکه یَو سړې پهٔ جیل کښې وو او دَ جیل نوکرانو ترینه جامې ویستې وې یا ترینه چا دښمن جامې ویستې وې۔ یا ورته دښمن وائی چې که جامې اَغوندې نو مړ کوم دِ اؤ که دَ بنیادمو دَ طرفهٔ نه وې۔ لکه دَ چا سره جامې هډو وې نه۔نو بیا پرِ دوباره کول ضرورې نه دې۔
نمبر۱۶۔ که دَ چا سَره یوه کپړه وې۔ که بدن پرِ پټوې نو دَ غوړَولو دَ پاره څهٔ نه وې۔ هغهٔ ته پکار دې چې بدن پرِ پټ کړې۔ او مونځ پهٔ هغه پلیت ځاېٔ وکړې۔ که پاک ځاېٔ نه وې۔
نمبر۱۷۔ که دَ ماسپښین مونځ چا وکړو۔ بیا ورته معلومه شوه چې دَ ماسپښین وخت ختم شوې دې دَ مازیګر وخت دې نو اوس ورباندې دوباره قضا واجب نه ده۔ همدغه مونځ به داسې ګنړلې شې لکه چې قضا ېٔ کړې وې۔
نمبر۱۸۔ که چا دَ وخت نه وړومبې مونځ وکړو نو دا مونځ ېٔ نه دې شوې پهٔ وخت راتلو به ېٔ دوباره کوې۔
نمبر۱۹۔ پهٔ ژبه باندې دَ نیت وینا ضرورې نه ده چې پهٔ زړهٔ کښې دومره اُووائی چې مثلاً دَ ماسپښین فرض یا سنت مونځ کوم اؤ اللهُ اکبر اووائی لاس وتړې۔ دغه کافې ده۔ ددې دومره لوېٔ اُوږد نیت چې پهٔ خلقو کښې مشهور دې وَینا ضرورې نه ده۔
نمبر۲۰۔ که پهٔ ژبه باندې وائی نو دغه هومره کافې ده۔ چې دَ نن ماسپښین فرض مونځ کوم، یا دَ نن ماسپښین سنت مونځ کوم۔ نیت مِ وکړو دَ زړه دَ اِخلاصه څلور رکعت فرض قطعې مونځ ګُذارم دَ نن ماسپښین خاص خداۓ لره مخ مِ دَ کعبې شریفې پهٔ لور کړو، ددې دومره قِصې هیڅ ضرورت نشته دې کهٔ چا اُووې که ېٔ اونه وې۔
نمبر۲۱۔ که پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا خیال وې چې دَ ماسپښین مونځ کوم او پهٔ خُله ېٔ دَ مازیګر وُوې نو هم مونځ ېٔ وشو۔
نمبر۲۲۔ که پهٔ غلطېٔ سره ېٔ دَ څلورو رکعتو پهٔ ځاېٔ دوه یا درې ووې هم مونځ ېٔ وُشو۔
نمبر۲۳۔ که دَ چا نه ډیر مونځونه قضا شوې وې او قضا ېٔ کوې نو دَ خاص وخت نیت دِ کوې۔ چې دَ سحر مونځ کوم۔ یا دَ ماسپښین مونځ کوم چې دَ کوم وخت قضا کوې خاص هم دَ هغې وخت نیت ضرورې دې۔ که دَ خاص نیت ونه کړې نو قضا ېٔ نه کیږې۔
نمبر۲۴۔ که دَ ډیرو ورځو مونځونه ترې قضا شوې وې نو ورځ او تاریخ خاص کول هم ضرورې دې۔ لکه دَ چا دَ خالې، اتوار، پیر دریو ورځو مونځونه قضا شوې وې نو صرف دومره کافېٔ نه دې چې دَ سحر مونځ کوم بلکه داسې نیت پکار دې چې دَ خالې دَ ورځې دَ سَحر مونځ کوم چې دَ خالې دَ ورځې ټول ختم کړې نو بیا دَ اتوار او بیا دَ پیر کول پکار دې۔ که دَ ډیرو میاشتو یا دَ کالونو ترِ قضا وې نو هغه میاشت اؤ کال یادَول هم ضرورې دې بغیر ددې نه به قضا نه صحیح کیږې۔
نمبر۲۵۔ که چاته ورځ میاشت یا کال یاد نهٔ وې نو داسې نیت دِ کوې۔ چې”زما پهٔ ذمه دَ سحر څومره مونځونه چې دې پهٔ هغې ټولو کښې وړومبې مونځ کوم“ هم دغَسې نیت باندې دِ مونځونه کوې تر دې چې یقین ېٔ وشې چې اوس به ټول قضا مونځونه پوره شوې وې۔
نمبر۲۶۔ سنت، نفل او تراویح مونځونو کښې فقط دومره نیت کافې دې چې ”زهٔ مونځ کوم، که دَ سنت، یا نفل یا تراویح نوم وانخلې هم خیر دې۔ البته احتیاط پهٔ دې کښې دې چې دَ تراویح نیت وکړې۔
قبلې طرف ته مخ کول۔
نمبر۱۔ که څوک پهٔ داسې ځاېٔ کښې وې چې پته نه لګې چې قبله کوم خواه ده، او نه داسې څوک وې چې تپوس ترې نه وکړې، نو پهٔ زړهٔ کښې دِ فکر وکړې، او چې کوم طرفته ورته زړهٔ ګواهې ورکړه هغه طرف ته دِ مخ کړې۔ که بغیر دَ فکر کولو نه یَو طرف ته مخ کړې نو مونځ ېٔ نه کیږې۔ که وروستو دا معلومه شوه چې قبلې ته ېٔ مخ کړې وو، هم چې بې فکره ېٔ کړې وې نو مونځ ېٔ نه کیږې، که هلته څوک وو خو دَ شرم او حیا دَ وجهې نه ېٔ ترِ تپوس ونه کړو او دغه شان ېٔ مونځ وکړو، نو هم صحیح نه دې۔ پهٔ داسې وخت کښې شرم نه دې پکار، او کهٔ دَ قبلې نه معلومیدو پهٔ وخت کښې ېٔ پهٔ جمع مونځ کولو نو امام اؤ مقتدیانو ټولو ته هغې طرف ته مخ کول پکار دې کوم خوا چې دَ دوېٔ پهٔ غالب خیال قبله وې لیکن که دَ مقتدې غالب ګمان دَ اِمام نه بدل وې نو دَ هغه مونځ پهٔ دې اِمام پسې نه کیږې، ځکه چې دَ هغه پهٔ خیال اِمام پهٔ غلطه دې۔ او دَ غلط ګنړلو نه پس ورپسې اقتدا صحیح نه ده۔ معلومه شوه چې دغه طرفته قبله نه وه، هم ېٔ مونځ شوې دې۔
نمبر۲۔ که څوک دَ ښئیلو نه وو،پهٔ خپل خیال فکر ېٔ مونځ وکړو، بیا وروستو معلومه شوه چې دغه طرفته قبله نه وه، هم ېٔ مونځ شوې دې۔
نمبر۳۔ که پهٔ غلط طرف ېٔ مونځ کولو۔ پهٔ مانځه کښې ورته معلومه شوه چې قبله دې طرف ته ده نو پهٔ مانځه کښې دِ هغه طرف ته مخ وُګرزَوې۔ که دَ خبریدو نه پس ېٔ قبلې طرف ته مخ ونه ګرزَولو نو مونځ ېٔ نه کیږې۔
نمبر۴۔ دَ کعبې شریفې دَ کوټې دَننه هم مونځ جائِز دې او مونځ کوونکې ته اختیار دې هر طرف ته چې مخ کوې۔
نمبر۵۔ دَ کعبې شریفې پهٔ کوټه کښې دننه فرض مونځ او نفل مونځ دواړه جائز دې او مونځ کوونکې ته اختیار دې هر طرف ته چې مخ کوې۔
دَ مانځه کولو صحیح طریقه۔
نمبر۱۔ دَ مانځه دَ نیت کولو نه پس دِ اللهُ اکبر وُوائی اؤ دَ اللهُ اکبر دَ وَینا پهٔ وخت دِ سړې دواړه لاسونه دَ غوږونو تر نرمو پورته کړې اؤ ښځې دَ اُوږې تر سره پورې۔ خو لاسونه دِ دَ لوپټې نه بَهرته نه وباسې اؤ بیا دِ ېٔ سړې دَ نامهٔ لاندې او ښځې پهٔ سینه باندې وتړې، دَ ښې لاس تلې دِ دَ ګس لاس پهٔ شا باندې کیږدې۔ اؤ دا دُعا دِ وُوائی۔
”سُبحَانَکَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمدِکَٔ وَتَبَارَکَ اسمُکَٔ وَتَعَالٰی جَدُّکَٔ وَلَا اِلٰهَ غَیرُکَٔ۔“ بیا دِ اَعُوذُ بِالله،بِسمِ الله اؤ اَلحَمدُ تر وَلَا الضَّاؔلِینَ “پورې وُوائی ۔ اؤ د آمین نه پس دِ بسم الله او یو سُورة وُوائی۔ اللهُ اکبر وَینا سره دِ رکوع ته ټیټ شې۔ درې ځله یا پنځه یا اُووه ځله دِ ”سُبحَانَ رَبیَ العَظِیمِ“ وُوائی سړې دِ لاسونه نیغ ساتې چې څنګلې ېٔ دَ بدن نه لرې وې۔ اؤ زنګونونه دِ پهٔ دواړو لاسو کلک وُنیسې۔ دَ لاسونو ګوتې دِ دَ یَو بل سره یو ځاېٔ کړې۔ بیا دِ سَر پورته کړې” سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ “ او ”رَبَّنَا وَ لَکَٔ الحَمدُ“ دِ وُوائی۔ چې ښهٔ نیغ شې ملا ېٔ نیغه شې نو بیا دِ ”اللهُ اکبر“ وُوائی اؤ پهٔ سجده دِ پریوځې۔ پهٔ زمکه دِ ړومبې زنګونونه کیږدې بیا دواړه لاسونه خو ګوتې دِ یَو بل سره یَو ځاېٔ کړې۔ اؤ بیا دِ دَ لاسونو پهٔ مینځ کښې سر کیږدې۔ سړې دِ څنګلې دَ زمکې نه وچتې وساتې۔ اؤ مټې دَ اَړخونو نه جُدا او خیټه دَ پتونونو نه بیرته چې هر اندام ېٔ یَو بل نه جُدا جُدا وې اؤ ښځې دِ څنګلې پهٔ زمکه کیږدې۔ خیټه دِ پتونونو سره او مټې دِ اَړخونو سره وُجنګوې، چې هر اندام ېٔ دَ یو بل سره پیوست وې۔ پهٔ سجده کښې دِ تندې او پوزه دواړه پهٔ زمکه وُلګَوې۔ درې ځله یا پنځه یا اووهٔ ځله دِ ”سُبحَان رَبّیَ الاَعلیٰ“ وُوائی او بیا دِ دَ اَللهُ اَکبَر وُوائی چې ښهٔ پهٔ ارام کښینې نو دوباره اللهُ اکبر وَینا نه پس دَ اَللهُ اکبر وَینا سره دویئم رکعت نه وُدریږې۔ پاسیدو کښې دِ وړومبې سر پورته کړې۔بیا لاسونه،بیا زنګونونه او پهٔ پاسیدو کښې دِ پهٔ زمکه پهٔ لاس تکیه نه لګَوې۔بیا دِ بسم الله، اَلحمدلله،او یو سورة وُوائی۔اؤ هم دغه شان دِ دویئم رکعت وکړې۔ چې دَ دویئم رکعت دَ دویئمې سجدې نه پورته شې نو سړې دِ ښېٔ پښه اودَروې او پهٔ ګسه پښه دِ کښینې اؤ ښځې د دواړه پښې ښې اړخ ته وُباسې۔ او ګس اَړخ دِ پهٔ زمکه ولګوې۔دواړه لاسونه دِ پهٔ پتونونو باندې کیږدې او ګوتې دِ دَ یو بل سره یَو ځاېٔ کړې۔ بیا دِ
اَلتَّحِیَّاتُ لِلهِ وَالصَّلَوات وَالطَّیِبَاتُ السَّلامُ عَلَیکَٔ اَیُّهَاالنَّبِیُّ وَرَحمَةُاللهِ وَبَرَکَاتُه اَلسَّلَامُ عَلَینَا وَعَلٰی عِبَادِللهِ الصَّالِحِین اَشهَدُ اَن لَّا اِلٰهَ اَلَّا اللهُ وَ اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًاعَبدُهُ وَرَسُولُهُ“ وُلولې۔ چې لااِلٰهَ ته اورَسِی نو ښې لاس دِ راغونډ کړې۔ دَ مینځې ګوتې او کَټې نه دِ حَلقه جوړه کړې اؤ شهادته ګوته دِ وچته کړې۔ دَ اِلَّااللهُ وینا پهٔ وخت دِ ېٔ راټیټه کړې اؤ بیا دِ تر سلام ګرځولو پورې دا حلقه همدغه شان وُساتې۔ که مونځ څلور رکعته وې نو ددې نه دِ زیات څهٔ نه وائی”اَللهُ اکبرُ“ دِ وُوائی اؤ دویئم رکعت دِ پورته شې او دوه رکعته دِ نور هم پهٔ دغه طریقه وکړې خو دَ فرض مونځ پهٔ وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ نه پس سورة نه شې وئیلې اؤ دَ سنتو اؤ نفلو پهٔ وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې لکه دَ وړومبو پهٔ شان دَ اَلحَمدُ نه پس به سورة وئیلې شې۔ چې پهٔ څلورم رکعت کښینې التَّحِیَّاتُ وُوائی نو ورپسې دِ دا درود وُوائی
اَللّٰهُمَّ صَّلِ عَلیٰ مُحَمَّدِ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدِ کَمَا صَلَّیتَ عَلیٰ اِبرَاهِیمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبراهِیمَ اِنَّکَٔ حَمِید مَجِید اَللّٰهُمَّ بَارِکٔ عَلیٰ مُحَمَّد وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّد کَمَا بَارَکتَ عَلیٰ اِبرَاهِیمَ وَ عَلَی اٰلِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَٔ حَمِید مَّجِید ۔
اؤ پهٔ درود پسې دِ دا دُعا وُوائی۔ رَبَّنَا اٰتِنَا فِی الدُّنیَا حَسَنَةً وَّ فِی الاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ“یا دِ دا دُعا وُوائی” اَللّٰهُمَّ اغفِرلِی وَلِوَالِدَیَّ وَ لِجَیعِ المُؤُمِنِینَ وَالمُؤُمِنَاتِ وَلمُسلِمِینَ وَالمُسلِمَات الاَحیَأُ مِنهُم وَالاَموَاتِ اِنَّکَٔ مُجِیبُ الدَّعواَتِ یَارَافِعُ الدَّرَجَاتِ وَ یَاقَاضِیَالحَاجَاتِ بِرَحمَتِکَٔ یَا اَرحَمَ الرَّاحِمِینَ ۔
یابله داسې دُعا چې پهٔ قُران یا حدیث کښې راغلې وې۔ بیا دِ ښِې طرف ته سلام وګرزوې اَلسَّلَامُ عَلَیکُم وَرَحمَةُ اللهِ بیا ګسا طرف ته هم دغه شان پهٔ سلام ګرزَوُلو کښې دِ دَ هغې طرف مونځګذارو اَؤ فرښتو نیت وُکړې۔دا دَ مانځه کولو پوره طریقه ده خو پهٔ دې کښې ځنې څیزونه فرض دې که پهٔ هغو کښې یَو شې هم پاتې شې نو مونځ نه کیږې۔ پهٔ هیره پاتې شې که پهٔ قصد دَ دواړو یو حکم دې۔ او بعضې څیزونه واجب دې، هغه که پهٔ قصد پریښوې شې،نو مونځ به ېٔ نیمګړې او خراب شې دوباره کول ېٔ ضرورې دې که دوباره ېٔ ونکړې نو هم فرض به ېٔ وُشې خو ګناه ده۔ اؤ که پهٔ هیره پاتې وې نو پهٔ سجدهٔ سهو کولو باندې به ېٔ مونځ پوره شې اؤ بعضې کارونه سنت او مستحب دې۔ ددې په پاتې کیدو مونځ نه خرابیږې خو دَ کؤلو ېٔ ډیر ثواب دې۔
نمبر۲۔ پهٔ مانځه کښې اُوَوهٔ کارونه فرض دې۔(۱) دَ نیت تړلو پهٔ وخت ”اللهُ اَکبَر“ وئیل
(۲)قیام یعنې وُدریدل۔(۳) دَ قُران یَو سورة یا څو ایتونه۔(۴)رکوع کول۔(۵)دوه سجدې کول۔(۶) پهٔ اخر کښې دومره کښیناستل چې اَلتَّحِیَّاتُ ورکښې وئیلې شې۔(۷) پهٔ خپل اختیار مونځ ختمول ۔
نمبر۳۔ پهٔ مانځه کښې دا نههٔ کارونه واجب دې(۱) پهٔ قیام کښې دَ اَلحَمدُ وَینا(۲) پهٔ اَلحَمدُ پسې دَ یو سورة یا څو ایتونو وینا(۳) پهٔ څلور رکعته فرض مونځ کښې پهٔ ړومبنو دوؤ کښې سورة وئیل(۴) هر فرض پخپله خپله موقع ادا کول،ړومبې اَلحَمدُ بیا سورة بیا رکوع بیا سجده او بیا کیناستل دَ تشهد دَ پاره(۵)پهٔ دویئم رکعت کیناستل (۶) پهٔ دواړه ځله ناستې کښې التَّحِیّاتُ وئیل(۷) دَ السَّلام علیکم پهٔ لفظ سره سلام ګرزَول(۸) دَوِترو پهٔ دریئم رکعت کښې دعاېٔ قنوت لوستل(۹) ټول اَرکان پهٔ ارام سره کول جلدې نهٔ کول۔
نمبر۴۔ ددې کارونو نه علاوه باقې ټول کارونه سُنت یا مستحب دې۔
نمبر۵۔ که چا پهٔ مانځه کښې اَلحَمدُ وُنه وې اؤ بل څه ایات یا سورة ېٔ اُووې یا ېٔ فقط الحمد ووې او سورة یا نور ایتونه ېٔ ورسره وُنه وې یا پهٔ دویئم رکعت دَ کښیناستو نه بغیر دریئم رکعت ته ودریدو یا پهٔ دویئم رکعت کښیناستو خو اَلتَّحیات ېٔ ونهٔ وې۔ پهٔ دې ټولو صورتونو کښې مونځ خوبه ېٔ وشې خو نیمګړې اؤ خراب دوباره کول ېٔ ضرورې دې که دوباره ېٔ ونکړو نو ګناه ده۔ البته که پهٔ هیره ېٔ داسې کړې وې نو پهٔ سجدهٔ سهو به ېٔ مونځ پوره شې۔
نمبر۶۔ که دَ مانځه پهٔ اخر کښې ېٔ دَ سلام پهٔ موقع السَّلام علیکم وُنه وې بلکه دَ چا سره ېٔ خبرې وکړې یا پاسیدو روان شو یا ېٔ بل څه داسې کار وُکړو چې مونځ ماتیږې نو دَ هغې هم دا حکم دې چې مونځ ېٔ وشو خو نیمګړې دوباره کول ېٔ ضرورې دې۔
نمبر۷۔ که ړومبې ېٔ سورة اُووې اؤ بیا ېٔ الحمدُ اُووې نو هم به مونځ دوباره کوې۔اؤ که پهٔ هیره ېٔ داسې کړې وې نو سجدهٔ سهَو به کوې۔
نمبر۸۔ دَ الحمد نه پس کم نه کم درې ایتونه لوستل پکار دې۔ که یَو یا دوه ایتونه ېٔ وُوې خو چې دومره لوېٔ وې چې دَ وړو دریؤ ایتونو برابر وې نو هم خیر دې۔
نمبر۹۔ که دَ رکوع نه پس سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ رَبَّنَا وَ لَکَٔ الحَمد “ یا پهٔ رکوع کښې سُبحَانَ رَبیَ العَظِیم“ یا سجده کښې ” سُبحَان ربِیَ الاَعلیٰ وُنه وې یا ېٔ پهٔ اخره قعده کښې دَ تشهد نه پس درود شریف وُنه وې نو مونځ ېٔ وشو خو دَ مسنونې طریقې نه خلاف دې۔ همدغه شان که درود نه پس دُعا وُنه لولې هم مونځ ېٔ کیږې خو دَ سنت نه خلاف دې۔
نمبر۱۰۔ دَ نیت تړلو پهٔ وخت کښې لاس اُچتَول تر غوږونو یا تر اُوږو سُنت دې۔ که لاس اُوچت نه کړې هم مونځ کیږې خو دَ سُنت نه خلاف دې۔
نمبر۱۱۔ پهٔ هر رَکعت کښې دَ اَلحَمدُ نه مخکښې بِسمِ الله وئیل او چې ورسره سورة وائی دَ هغې نه مخکښې بِسمِ الله وئیل سُنت دې۔
نمبر۱۲۔ که پهٔ سجدهٔ کښې تندې اؤ پوزه دواړه پهٔ زمکه ؤنه لَګوې نو که صرف تندې وُلګوې خو مونځ کیږې۔ اؤ که صرف پوزه وُلګوې تندې وُنه لګَوې نو مونځ ېٔ نه کیږې۔ البته که څهٔ مجبورې ېٔ وې نو خیر دې۔
نمبر۱۳۔ که دَ رکوع نه پس نیغ ونهٔ دریدو لږ غوندې ېٔ سر وچت کړو او سجدې ته لاړو ملا ېٔ نیغه کړې نه وه۔ نو مونځ به دوباره کوې۔
نمبر۱۴۔ که دَ دواړو سجدو مینځ کښې ښهٔ پوره ناست نه وو چې بلې سجدې ته لاړو نو که ایله سر ېٔ پورته کړې وې خو مونځ نه کیږې ځکه چې دا یَوه سجده ده دوه نه دې۔ او که دومره ېٔ سر پورته کړې وې چې ناستې ته نزدې وو نو مونځ ېٔ کیږې خو نیمګړې دوباره کول ضرورې دې۔
نمبر۱۵۔ که پهٔ وَښو یا مالوچو پهٔ ګدېٔ مونځ کوې نو پهٔ سجده کښې دِ سَر ته ښه زور ورکوې،چې ښهٔ دَباؤ شې، او سَر ورباندې ځاېٔ ونیسې چې دَ هغې نه نور نه دباویږې۔ که سَرسرې سجدهٔ ېٔ وکړه زور ېٔ ورنکړو نو مونځ ېٔ نه کیږې۔
نمبر۱۶۔ دَ فرض مونځ پهٔ وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې که چا سورة هم وُوې نو څه نقصان ېٔ نشته۔
نمبر۱۷۔ که دَ فرضو په وروستو دوه ؤ رکعتونو کښې څوک اَلحَمدُ وُنهٔ وائی درې ځله سُبحَانَ الله اووائی نو خیر دې خو اَلحَمدُ وینا ښه ده او که هیڅ هم وُنه وائی غلې وُدریږې نو هم څهٔ نقصان ېٔ نشته مونځ ېٔ کیږې۔
نمبر۱۸۔ پهٔ وړومبو دوه ؤ رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ سره سورة یو ځاېٔ کول واجب دې۔ که څوک پهٔ وړومبو رکعتونو کښې اَلحَمدُ وُوائی اؤ سورة ورسره وُنه وائی یا اَلحَمدُ وُنه وائی صرف سُبحَان الله وُوائی نو اوس دِ پهٔ وروستو دوؤ کښې اَلحَمدُ اؤ سورة وُوائی که دا ېٔ پهٔ قصد کړې وې نو مونځ دِ دوباره وکړې اؤ که پهٔ هیره ېٔ کړې وې نو سجدهٔ سهَو دِ وُکړې۔
نمبر۱۹۔ پهٔ مانځه کښې اَلحَمدُ اَؤ سورة اؤ نور ټول څیزونه دِ پټ پټ وائی۔ لیکن دومره چې پخپله خپل اواز اورې۔ که خپل اواز پخپله هم نه اؤرې۔ خله پرِ نه خوزوې تش پهٔ زړهٔ کښې ېٔ تیرَوې نو مونځ ېٔ نه کیږې۔
نمبر۲۰۔ دَ مانځه دَ پاره دِ خاص سورة نه مقررَوې۔ چې کوم سورة ورته مخې ته راشې هغه دِ وائی، سورة مقرر کول مکروه دې۔
نمبر۲۱۔ پهٔ دویئم رکعت کښې دَ اول نه اُږد سورة نه دې پکار۔
نمبر۲۲۔ ښځې دِ مونځ ځان ځان ته کوې۔ پهٔ جمع دِ ېٔ نه کوې۔ او دَ جمع دَ پاره جماعت ته تلل اؤ دَ سړو سره پهٔ جمع مونځ کول هم ښه نه دې۔ البته که دَ ښځې خپل خاوند یا نور داسې سړو سره چې پړده ېٔ ترِ نه وې پهٔ جمع مونځ کوې نو خیر دې خو دې خو دَ سړو سره دِ پهٔ صف کښې برابر نه ودریږې۔ روستو دِ وُدریږې۔ که داسې وُنه کړې نو دَ ښځو او هغې سړو ټولو مونځ به خراب شې۔
نمبر۲۳۔ که پهٔ مانځه کښې دَ چا اؤدس مات شې نو اودس دِ وکړې اؤ بیا دِ دَ سره مونځ شروع کړې۔
نمبر۲۴۔ مستحب داده چې دَ ولاړې پهٔ وَخت دِ نظر دَ سجدې پهٔ ځاېٔ ساتې او دَ رکوع پهٔ وخت کښې پهٔ پښو، او دَ سجدې پهٔ وخت کښې پهٔ پوزه اؤ دَ سلام ګرزَولو پهٔ وخت پهٔ دواړو اُوږو باندې که اَرږَمې ورته ورشې نو خُلې ته دِ لاس ونیسې چې څومره کیدې شې ټوخې دِ بنده وې۔ که نه بندیږې نو څه حرج ېٔ نشته ۔
قران لوستل۔
نمبر۱۔ قران لوستل فرض دې چې هر حرف صحیح صحیح ولوستې شې۔ دَ همزهؔ او عؔ فرق دَ حؔ او هؔ فرق د ظؔ،ذؔ،زؔ،ضؔ،فرق پوره پوره څرګند شې او هر حرف خپل ځاېٔ ته وُرسولې شې۔
نمبر۲۔ که څوک ځنې حرفونه پوره نه شې ادا کولې۔ لکه دَ حؔ،خؔ،یا د حؔ هؔ فرق نه شې څرګندَولې نو دَ صحیح لوستو مشق ورته پکار دې که پهٔ صحیح لوستو باندې محنت نه کوې نو ګنهګار دې۔ اؤ یَو مونځ بهٔ ېٔ نه صحیح کیږې که سره دَ محنت نه ېٔ هم نشې ادا کولې نو بیا معذور دې۔
نمبر۳۔ که څوک حروف پوره پوره ادا کولې شې خو بې پروائی سره ېٔ وائی، او دَ حرفونو فرق نه څرګندوې نو ګنهګار دې او مونځ نه صحیح کیږې۔
نمبر۴۔ کوم سورة چې ېٔ ړومبې رکعت کښې وئیلې وې که هم هغه پهٔ دوئیم رکعت کښې وُوائی نو څه حرج ېٔ نشته ۔ لیکن بې ضرورته داسې کول ښهٔ نه دې ښه داده چې هر رکعت کښې بیل بیل سورة ووئیلې شې۔
نمبر۵۔ څنګه چې پهٔ کلام مجید کښې سورتُونه لیکلې شوې دې هم پهٔ هغه ترتیب باندې ېٔ پهٔ مانځه کښې هم وئیل پکار دې چې پهٔ وړومبې رکعت کښې قُل یَاؔایُّهَا الکٰفِرُونَ وُوائی اؤ پهٔ دویئم کښې اِذا جَاؔ َٕ نَصرُاللهِ یا بل ددې نه ورستنې سورة وئیل پکار دې۔ او اَلم تَرَکَیفَ یا لِاِیلٰفِ قُرَیش وئیل نه دې پکار۔ پهٔ قصد داسې کول مکروه دې ۔ که په هیره وُشې نو خیر دې۔
نمبر۶۔ چې کوم سورة شروع کړې نو بې دَ وجهې نه هغه پریښول اؤ بل شروع کول مکروه دې۔
نمبر۷۔ که چاته دَ مانځه سبق نه ورځې یا نوې نوې مُسلمان شوې وې نو هغه که پهٔ ټول مانځه کښې صرف سُبحان الله وائی نو هم مونځ ېٔ کیږې۔خو دَ مانځه سبق ورته یادَول ضرورې دې۔ که بې وجهې ورکښې سستې کوې نو ګنهګار به وې۔
هغه کارونه چې مونځ پرِ ماتیږې۔
نمبر۱۔ پهٔ مانځه کښې خبرو کولو سره مونځ ماتیږې پهٔ هیره او که په قصد۔
نمبر۲۔ پهٔ مانځه کښې آه یا اوه یا اُف یا هاېٔ کول یا پهٔ زوره ژړلو سره مونځ ماتیږې۔ البته که دَ جنت یا دوزخ پهٔ یادیدلو ېٔ زړهٔ راډک شې او دَ خُلې نه ېٔ څه اواز وُوځې نو خیر دې۔
نمبر۳۔ بې ضرورته ټوخې کولو او غاړه تازه کولو سره چې اواز ترینه پیدا شې مونځ ماتیږې۔ البته که څه مجبورې وې لکه دَ قارې اواز بند شې یا نور داسې نو خیر دې۔
نمبر۴۔ چاچې پهٔ مانځه کښې اینږې وُکړو اؤ الحمدلِله ېٔ وُوې نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ اؤ که بل چا اینږې وکړو اؤ پهٔ مانځه کښې ورته بل یَرحَمُکَٔ اللهُ اُووې نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۵۔ پهٔ مانځه کښې قران شریف ته کتلو او تلاوت کولو باندې مونځ ماتیږې۔
نمبر۶۔ که پهٔ مانځه کښې دومره تاؤ شو چې سینه ېٔ دَ قبلې نه واؤړیده مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۷۔ دَ چا دَ سلام پهٔ جواب کښې ېٔ که وَعلیکم السَّلام او وې، مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۸۔ که چا سړې یا ښځې پهٔ مانځه کښې دَ خپلو ویښتو نه کونڅېٔ جوړه کړه نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۹۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ څهٔ وخوړل یا وُڅښل نو مونځ ېٔ مات شو که دَ یَوې کونځلې هومره وې هم۔ البته که پهٔ غاښونو کښې انښتې نیله ېٔ تیره کړه نو که دَ چنړې هومره یا زیاته وې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۰۔ که پهٔ خولهٔ کښې ېٔ پان ایښې وې اؤ دَ هغې توکانړې ېٔ تیریږې مونځ نه کیږې۔
نمبر۱۱۔ که چا خوږ شې خوړلې وې۔ خُله کنګاله کړې اؤ پهٔ مانځه وُدریږې لیکن پهٔ خُله کښې خوند وې چې دَ تُوکانړو سره تیریږې نو مونځ ېٔ صحیح دې۔
نمبر۱۲۔ که پهٔ مانځه کښې چا دَ خوشحالېٔ پهٔ خبر اَلحمدلله یا دَ غم پهٔ ځاېٔ اِنَّالِله وَاِنَّا اِلَیهِ رَاجِعُونَ اُووې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۳۔ که وړوکې پریوتو، مور ېٔ پهٔ مانځه کښې بِسمِ الله اُووې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۴۔ که پهٔ مانځه کښې وړوکې دَ مور نه پَېٔ وُڅښل نو مونځ ېٔ مات، البته که پَېٔ ترِ راوُتې نه وې هسې ېٔ پرِ خُله وَهَلې وې، نو خیر دې۔
نمبر۱۵۔ دَ اللهُ اکبر پهٔ ځاېٔ که چا الف اُوږد کړو۔ آللهُ اکبر ېٔ وُوې، یا اَللهُ اکبر ېٔ وُوې یا ېٔ اَلله اَکبار ووې، نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۶۔ که مخامخ پهٔ کتاب یا خط باندې ېٔ نظر پریوتو ، پهٔ زړهٔ کښې ېٔ پهٔ مطلب پوه شو خو پهٔ ژبه ېٔ لوستې نه وې۔ نو مونځ نه ماتیږې که پهٔ ژبه ېٔ ولوستو نو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۱۷۔ که دَ مونځ ګُذار پهٔ مخکښې څوک سړې یا سپې پیشو یا بل څه ځناور تیر شې، پهٔ دې مونځ نه ماتیږې لیکن مخکښې تیریدونې بنیادم ګنهګاریږې۔ ددې وجهې نه داسې ځاېٔ کښې مونځ کول پکار نه دې چې وړاندې ترِ څوک تیریږې۔ یا پهٔ ګرزیدو راګرزیدو کښې چاته تکلیف جوړیږې۔ که داسې محفوظ ځاېٔ نه وې نو مخې ته دِ څه لرګې وُدرَوې۔ چې یَو لاس اُوږد او یَو ګوته غټ وې۔ لرګې ته دِ بلکل مخامخ نه وُدریږې۔ داسې دِ وُدریږې چې لرګې ښېٔ سترګې ته راشې۔ که لرګې نه وې، نو بل څه شې لکه کُرسې یا میز یا بل څه دِ مخې ته کیږدې که بیا څوک تیریږې نو څه نقصان نشته۔
نمبر۱۸۔ که څه ضرورت دَ پاره پهٔ مانځه کښې یَو قدم وړاندې یا وروستو لاړ شې خو چې سینه ېٔ قبلې نه ګرزیدلې نه وې نو څه نقصان ېٔ نشته۔ لیکن که دَ سجدې دَ ځاېٔ نه وړاندې تیر شو نو مونځ به ېٔ مات شې۔
نمبر۱۹۔ دَ مانځه پهٔ حالت کښې دَ اِمام نه علاوه بل چاته لقمه ورکول یعنې دَ قران مجید غلطې ورته ښیئل مونځ ماته وې۔(دَ لقمې ورکولو مسٔله کښې دَ علماؤ ډیر اختلاف دې۔ مونږ دلته یؤ څو ضرورې مسٔلې ذکر کوو)۔
نمبر۲۰۔ صحیح داده چې مقتدې که خپل امام ته ورکړې نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ امام ضرورې قرأت پوره کړې وې او که نه۔ دَ ضرورې نه مطلب ۔۔۔۔۔۔ هومره تلاوت دې څومره چې پهٔ یٔو رکعت کښې مسنون وې۔ پهٔ داسې صورت کښې ښه داده چې اِمام رکوع ته لاړ شې دَ لقمې انتظار دِ نه کوې۔
نمبر۲۱۔ اِمام که پهٔ قدر دَ ضرورت تلاوت کړې وې نو پکار ده چې رکوع ته لاړ شې۔ مقتدې دِ پهٔ لقمه ورکولو مجبوروې نه۔ اؤ مقتدیانو ته پکار دې چې څو پورې سخت ضرورت نه وې امام ته دِ لقمه نه ورکوې۔ سخت ضرورت نه مطلب دادې چې امام پهٔ قرأت کښې څه غلطې وکړې اؤ مخکښې روان شې۔ یا رکوع ته نه ځې ، خاموش ودریږې۔ دَ لقمې انتظار کوې اؤ که بغیر د داسې ضرورت نه لقمه ورکړې هم پرِ نه ماتیږې۔۔۔۔ بلا ضرورته لقمه ورکول مکروه دې۔
نمبر۲۲۔ که څوک مونځ ګُذار ته لقمه ورکړې اؤ هغه لقمه ورکوونکې دَ هغه مقتدې نه وې، نو هغه هم پهٔ مانځه کښې وې، اؤ که مونځ نه کوې(خو چې ددهٔ مقتدې نه وې) که دغسې سړې لقمه واخسته نو مونځ ېٔ مات شو که خپله ورته رایاد شو، دې لقمې سره یاد دې لقمې نه مخکښې پهٔ خپل اعتماد باندې ېٔ وُوې اؤ دَ لقمې دَخل ورکښې نه وو نو مونځ نه ماتیږې۔
نمبر۲۳۔ که څوک مونځ ګُذار دَ خپل امام نه علاوه بل چاته لقمه ورکړې هغه هم پهٔ مانځه کښې وې اؤ که نه ددې لقمه ورکوونکې مونځ به مات شې۔
نمبر۲۴۔ مقتدې که دَ بل چا پهٔ وینا دَ قران شریف نه پهٔ کتو امام ته لقمه ورکړه نو دده مونځ به مات شې او که امام واخسته نو دَ هغه مونځ به هم مات شې او که مقتدې ته پهٔ قران کښې کتلو یا دَ بل نه پهٔ اوریدلو خپله رایاد شو او بیا ېٔ دَ خپلو یادو پهٔ اعتماد لقمه ورکړه نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔
نمبر۲۵۔ همدَغسې که چا مونځ ګذار دَ قران مجید نه پهٔ کتلو یَو ایت وُلوستو، مونځ به ېٔ مات شې، او که دا ایت ورته دَ مخکښې نه یاد وو بیا ېٔ دَ قران شریف نه په کتلو سره وُلوستو نو مونځ ېٔ نه ماتیږې، یا ېٔ دَ یؤ ایت نه کم ولوستو نو هم نهٔ ماتیږې۔
نمبر۲۶۔ ښځه که دَ سړې سره پهٔ مانځه کښې خوا کښې داسې وُدریږې چې دَ هغې یؤ یؤ اندام دَ سړې دَ اندام سره سر پهٔ سر شې تر دې پورې که دَ ښځې سر پهٔ سجده کښې دَ سړې دَ پښو سره برابر شې نو هم به دَ سړې مونځ مات شې، که دا شرطونه ورکښې موندې شې۔(۱) چې ښځه بالغه وې،ځوانه وې که بوډیٔ، یا نابالغه وې خو دَ جماع قابله وې۔ که ډیره وړه نابالغه چا سره وُدریږې نو مونځ ېٔ نه ماتیږې۔ (۲) چې دواړه پهٔ مانځه کښې وې که یؤ مونځ کوې اؤ بل نه کوې نو بیا خیر دې۔(۳) چې پهٔ مینځ کښې څهٔ پړده نه وې، که پهٔ مینځ کښې پرده وې یا دومره فاصله وې چې یو سړې پکښې وُدریدې شې نو بیا نه ماتیږې۔ (۴) چې پهٔ دې ښځه کښې دَ مانځه دَ صحت شرطونه موندې شې۔ که دا ښځه لیونیٔ وې یا دَ حیض او نفاس حالت کښې وې نو دَ هغې مونځ خپله صحیح نه دې۔ داداسې شوه لکه چې دَ مانځه نه بهر وې۔
(۵) مونځ دَ جنازې نه وې، ولې چې دَ جنازې پهٔ مانځه کښې سره وُدریدلو باندې مونځ نه ماتیږې۔
(۶) سَرَه وُدریدل ېٔ دَ یَو رکن برابر وخت وې ددې نه کم باندې مونځ نه ماتیږې۔ لکه دومره ساعت وُدریږې چې رکوع یا سجده ورکښې نه شې کیدې۔
(۷) دَ دواړو تکبیرِ تحریمه یو وې۔ دا ښځه ددې سړې مقتدې وې۔ یا دواړه دَ یَو بل سړې مقتدیان وې۔
(۸) امام ددې ښځې دَ مقتدې کیدو نیت کړې وې۔ دَ اول نه یا کله چې ورسره هغه شریکه شوې وې۔ که امام ېٔ نیت نه وې کړې نو بیا دَ هغې مونځ صحیح نه دې او دَ سړې نه ماتیږې۔
نمبر۲۷۔ که امام بې اودسه شې او دَ خلیفه نیولو نه بغیر دَ جماعت نه وُوځې نو دَ مقتدیانو ټولو مونځ مات شو۔
نمبر۲۸۔ که امام دَ بې اودسه کیدو نه پس داسې سړې دَ ځان خلیفه کړو چې هغه کښې دَ امامتیٔ اهلیت نه وې، لکه مجنون یا وړوکې یا ښځه، نو دَ ټولو مقتدیانو مونځ ېٔ مات شو۔
نمبر۲۹۔ دَ کتاب پهٔ اخر کښې پهٔ ص۳۰۹ وُګوریٔ۔
نمبر۳۰۔ که څوک بنیادم دَ مونځ ګُذار مخکښې تیریږې نو دَ مانځه پهٔ حالت کښې دَ هغه منع کول جائز دې۔ که دې منع کولو کښې دَ ډیر حرکت ضرورت نه وې۔ او که ډیر حرکت ترې نه وُشو نو مونځ به ېٔ مات شې۔
کوم څیزونه چې پهٔ مانځه کښې مکروه او منع دې۔
نمبر۱۔ مکروه هغه څیزونه دې چې مونځ پرِ نه ماتیږې خو ثواب ېٔ کم وې۔
نمبر۲۔ دَ جامو یا کالو سره لوبې کول یا شګې اَړول را اړَوَل مکروه دې۔ البته که سجده نه شې لګیدې نو یَو ځل دوه شګې سَموَل خیر دې۔
نمبر۳۔ پهٔ مانځه کښې دَ ګوتو نه ټکونه ویستل، یا پهٔ تشې لاس کیښول یا اخوا دیخوا مخ اړَول مکروه دې۔ دَ سترګو پهٔ ګُټ کښې کتل چې څټ ېٔ نه وې اَړَولې مکروه نه دې۔ خو بې ضرورته ېٔ کول ښه هم نه دې۔
نمبر۴۔ پهٔ مانځه کښې سر پهٔ پښو کښیناستل یا پرلتې وهل یا دَ سپې پهٔ شان کښیناستل مکروه دې۔ البته که دَ څه دَ وجهې نه پهٔ صحیح طریقه نشې کښیناستلې نو چې څنګه کښیناستې شې هَغسې دِ کښینې څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۵۔ دَ سلام پهٔ جواب کښې لاس پورته کول یا سَر خوزَول مکروه دې۔او که جواب ورکړې نو مونځ به مات شې۔
نمبر۶۔ پهٔ مانځه کښې جامې راغونډَول چې دَ خاؤرو نه بچ شې، مکروه دې۔
نمبر۷۔ پهٔ داسې ځاېٔ کښې مونځ کول مکروه دې چرته چې دا خطره وې چې څوک به ېٔ وخندَوې یا به مې خیال بدل شې او مانځه کښې به غلطې وُکړم۔
نمبر۸۔ که مخامخ څوک ناست وې خبرې کوې یا بل څه کار کوې نو دَ هغې شاته مونځ کول مکروه نه دې۔ او مخامخ ورته مونځ کول مکروه دې ۔ یا که دَ مانځه نه هغې ناستو خلقو ته څه تکلیف وې یا دومره پهٔ زوره خبرې کوې چې دې پهٔ مانځه کښې خطا کیږې۔نو داسې ځاېٔ کښې مونځ کول مکروه دې۔
نمبر۹۔ که مونځ ګُذار ته مخامخ تُوره یا قُران شریف اویزان وې نو څه نقصان ېٔ نشته۔
نمبر۱۰۔ که په فرش یا څادر باندې تصویرونه وې نو پهٔ هغې مونځ کیږې خو پهٔ تصویر دې سجده نه لګوې۔ لیکن دَ تصویر والا مُصلّٰی ساتل او پهٔ کور کښې تصویرونه ساتل سخته ګُناه ده۔
نمبر۱۱۔ که دَ سر دَ پاسه پهٔ چت یا موړه باندِې تصویرونه وې۔ یا مخامخ یا ښې یا ګس طرف ته اویزان وې۔ پهٔ داسې حالت کښې مونځ مکروه دې۔ او که دَ پښو دَ لاندې وې نو خیر دې یا که تصویرونه دومره واړهٔ وې چې پهٔ زمکه ېٔ کیدې نو پهٔ ولاړه نه ښکارې یا ترِ سر پریکړې یا وران شوې وې۔ پهٔ داسې حالت کښې مونځ کیږې۔ تصویرونه هر طرف ته چې اویزان وې۔
نمبر۱۲۔ دَ وُنو یا کورونو یا بل څه بې ساه څیزونو نقشې خیر دې۔
نمبر۱۳۔ پهٔ مانځه کښې دَ ایتونو یا بل څه شمار پهٔ ګوتو مکروه دې۔ البته که دَ شمار یا دَ ساتلو دَ پاره ګوتې ته زور ورکړې نو څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۱۴۔ دویئم رکعت دَ وړومبې نه زیات اُوږدَول مکروه دې۔
نمبر۱۵۔ پهٔ مانځه کښې سورة همیشه دَ پاره داسې مقرر کول چې بې له هغې نه بل سورة هیچرې هم نه وائی، مکروه دې۔
نمبر۱۶۔ پهٔ مانځه کښې اُوږو باندې رومال یا څادر اویزاندول مکروه دې۔
نمبر۱۷۔ پهٔ ډیرو خیرنو خیچنو جامو کښې مونځ کول مکروه دې۔ البته که نورې صفا جامېٔ نه لرې نو خیر دې۔
نمبر۱۸۔ پهٔ مانځه کښې پیسه یا کُنجکه یا بل څه ساتل مکروه دې او که ددې څیز پهٔ وجه تلاوت نشې کولې نو مونځ به ېٔ مات شې۔
نمبر۱۹۔ چې دَ ۔۔۔۔۔ متیازو ورته سخت ضرورت وې داسې وخت کښې مونځ مکروه دې۔
نمبر۲۰۔ چې ډیر اوږې وې اؤ خوراک تیار وې نو وړومبې دِ خوراک وخورې بیا دِ مونځ کوې ړومبې مونځ کول مکروه دې۔ البته چې وخت لږ وې او مونځ قضا کیږې نو ړومبې دِ مونځ وُکړې۔
نمبر۲۱۔ پهٔ پټو سترګو مونځ ښه نه دې خوکه پهٔ پټو سترګو ېٔ زړهٔ ښه لګې پهٔ مانځه کښې نو داسې وخت کښې څه نقصان هم نشته ۔
نمبر۲۲۔ بې ضرورته پهٔ مانځه کښې تُوکل اؤ پوزه پاکول مکروه دې۔ دَ ضرورت پهٔ وخت کښې خیر دې۔ لکه دَ ټوخې سره که بلغم راغلو نو پهٔ کپړه کښې دِ ېٔ وتوکې او ودِې مږې۔ یا دِ ېٔ ګس طرف ته وتوکې۔ ښې طرف یا قبلې ته مخامخ دِ نه تُوکې۔
نمبر۲۳۔ که پهٔ مانځه کښې کټمل وچیچلو نو نیول او غورزَول ېٔ پکار دې پهٔ مانځه کښې ېٔ مړ کول ښه نه دې۔ او که چیچلې ېٔ نه وې نو نیسې دِ ېٔ هم نه۔
نمبر۲۴۔ پهٔ فرض مانځه کښې بې ضرورته دیوال یا بل څه ته تکیه لګَول مکروه دې پهٔ نفلو کښې خیر دې۔
نمبر۲۵۔ که دَ سورة څو حرفونه پاتې وې۔چې زر رکوع ته ټیټ شې او هغه حرفونه پهٔ رکوع کښې پوره کړې نو مونځ ېٔ مکروه شو۔
نمبر۲۶۔ که دَ سجدې ځاېٔ دَ ولاړې دَ ځاېٔ نه وچت وې که دَ یَو لیشت نه زیات وې نو مونځ نه کیږې۔ او که یؤ لیشت یا کم وې نو خیر دې۔ خو بې ضرورته مکروه دې۔
پهٔ کوم وخت کښې مونځ ماتَؤل جَائِز دِی۔
نمبر۱۔ که څوک دَ ګاډې نه کوز شوې وې پهٔ سټیشن مونځ کوې پهٔ ګاډې کښې ېٔ بال بچ سوارهٔ وې۔ یا سامان پروت وې۔ دې مونځ کوې او ګاډې روان شې نو مونځ ماتَول جائز دې۔
نمبر۲۔ که مخامخ مار روان وې دَ هغې نه ځان ساتلو دَ پاره مونځ ماتَولې شې۔
نمبر۳۔ دَ چرګو کوټنړېٔ لرې پاتې وَه،سپې، پیشو، هغې طرف ته لاړو وَیره وه چې وُبه ېٔ خورې نو مونځ ماتَول جائز دې۔
نمبر۴۔ پهٔ مانځه ولار وو چې چاېٔ پیزار پورته کړو دا ویره وه چې که مونځ پوره کوې نو غل به وتښتې مونځ ماتول جائز دې۔
نمبر۵۔ که کټوې پهٔ اور پرته وَه۔ پهٔ جوش راغله اؤ توئیدله نو مونځ ورته ماتَولې شې۔ غرض دا چې کله دَ داسې څیز دَ ضائع کیدو خطره وې ۔ چې دَ هغې قیمت یَو درهم یعنې څلور انې جوړیږې نو مونځ ماتول جائز دې۔
نمبر۶۔ که مانځه کښې بولو متیازو زور ورکړو۔ نو پکار ده چې مونځ مات کړې۔ او دَ ضرورت نه ځان وزګار کړې۔
نمبر۷۔ که څوک ړوند روان وې۔ مخکښې ېٔ پهٔ کوهې کښې د پریوتو خطره وې نو مونځ ماتول فرض دې۔ که مات نکړې اؤ هغه پهٔ کوهې کښې پریوزې نو دې ګنهګار دې۔
نمبر۸۔ که دَ چا وړوکې پهٔ جامو اور لګیدلې وې سوزې نو مونځ ماتول فرض دې۔
نمبر۹۔ مور،پلار،نیا،نیکونه، د څه خاص ضرورت دَ پاره ورته اواز وکړې نو فرض مونځ ماتَول فرض دې۔ لکه مور یا پلار ېٔ ناجوړه وې۔ پهٔ څه کار پسې پاسې نو پریوځې او دَ وچتَولو ې بل څوک نه وې نو مونځ دِ مات کړې اؤ هغه دِ راوچت کړې۔ او که بل څوک وې نو بې ضرورته دِ ېٔ نه ماتَوې۔
نمبر۱۰۔ که پریوتې نه وې خو دَ پریوتو خطره ېٔ وې او امداد دَ پاره اواز وکړې نو هم ماتَول فرض دې۔
نمبر۱۱۔ اؤ که دَ داسې خاص ضرورت دَ پاره ېٔ اواز نه وې کړې هسې څه خبرې دَ پاره ې کړې وې۔ نو فرض مونځ ماتول جائز نه دې۔
نمبر۱۲۔ که نفل یا سنت مونځ کوې۔ اؤ مور پلار یا نیکهٔ ورته اواز وکړو۔ خو هغویٔ ته دا معلومه نه وه، چې دې مونځ کوې۔ نو مونځ ماتول او هغوېٔ ته جواب ورکول واجب دې۔ دَ څه تکلیف پهٔ وجه ېٔ اواز کړې وې او که هسې ېٔ کړې وې دَ دواړو یَو حکم دې۔ که مونځ ېٔ مات نه کړو او جواب ې ورنکړو۔ نو ګنهګار به شې۔ او که هغوې خبر وے چې مونځ کوې نو که دَ ضرورت دَ پاره ورته اواز کوې مونځ دِ مات کړې ۔ او که څه خاص ضرورت ېٔ نه وې نه دې ماتَوې۔
دَ وِترو مونځ۔
نمبر۱۔ وتر واجب دې۔ دَ واجبو درجه فرضوته نِزدې ده۔ قضا کول ېٔ سخته ګناه ده۔ که قضا شې نو چې کله موقع بیا مومې ادا کول ېٔ پکار دې۔
نمبر۲۔ دَ وِترو درې رکعته دې۔ پهٔ دویئم رکعت چې کښینی۔ التَحِیَّاتُ نه پس دِ درود نه وائی دریئم رکعت ته دِ وُدریږې۔ او چې الحمد او سورة وُوائی نو اَللهُ اکبر سره دِ لاس تر غوږو یا اُوږو پورته کړې۔ بیا دِ لاس وُتړې۔ اؤ دعاېٔ قنوت دِ اُووائی بیا دِ رکوع اؤ سجده وُکړې پهٔ دریئم رکعت دِ کښینې۔ اَلتَحیَّاتُ، درود او دُعا دِ وُوائی او سالام دِ وُګرزَوې۔
نمبر۳۔ دُعاېٔ قنوت داده۔
اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَستَعِینُکَٔ وَ نَستَغفِرُکَٔ وَ نُؤمِنُ بِکَٔ وَ نَتَوَکَّلُ عَلَیکَٔ وَ نُثنِی عَلَیکَٔ الخَیرَ نَشکُرُکَ وَلَا نَکفُرُکَٔ وَ نَخلَعُ وَ نَترُکُٔ مَن یَفجُرُک اَللّٰهُمَّ اِیَّاکَٔ نَعبُدُ وَلَکَ نُصَلِی وَنَسجُدُ وَ اِلَیکَٔ نَسعٰی وَ نَخفِدُ وَ نَرجُوا رَحمَتَکَٔ وَ نَخشَیٰ عَذَابَکَٔ اِنَّ عَذَابَکَٔ بِالکُفَّارِ مُلحِق۔
نمبر۴۔ دَ وِترو پهٔ درې واړو رکعتونو کښې الحمد سره دَ سورة وینا پکار ده۔
نمبر۵۔ که پهٔ دریئم رکعت کښې ېٔ دُعاېٔ قنوت لوستل هیر شو او دَ رکوع نه پس ېٔ رایاد شو نو اوس دِ ېٔ نه لولې۔ چې مونځ پوره کړې نو سجدهٔ سهوه دِ وکړې او که دَ رکوع نه وُوځې او دُعاېٔ قنوت ېٔ اووې نو هم مونځ ېٔ وشو خو داسې ورته نه ووکول پکار اوس به سجده سهوه کوې۔
نمبر۶۔ که پهٔ هیره سره ېٔ پهٔ اول یا دویئم رکعت کښې دُعاېٔ قنوت اُووې دَدې هیڅ اعتبار نشته۔ پهٔ دریئم رکعت کښې به ېٔ بیا وائی او سجده سهوه به هم کوې۔
نمبر۷۔ چاته چې دُعاېٔ قنوت نه وې یاد،هغه دِ دا دُعا وائی ” رَبَّنَا اٰتِنَا فِی الدُّنیَا حَسَنَةَ وَّ فِی اٰلاؔخِرَة حَسَنَةَ وَّقِنَا عَذَابَ النَّار“ یا درې ځله دِ دا اووائی۔ ”اَللَّمُمَّ اغفِرلی“ یا که درې ځله ”یَارَبِ یَا رَبِ“ وُوائی هم به ېٔ مونځ وشې خو دُعاېٔ قنوت ورته یادَول پکار دې۔
سُنت او نفل مونځونه۔
نمبر۱۔ دَ سحر دَ مانځه نه مخکښې دوه رکعته مونځ سُنت دې، پهٔ احادیثو کښې ددې ډیر تاکید راغلې دې۔ هیچرې دِ دانهٔ پریږدې۔ که پهٔ کومه ورځ ناوخته شې او دَ مانځه وخت بلکل اخر وې چې صرف دوه رکعته فرض ورکښې کیدې شې نو فرض دِ ادا کړې۔ او چې نمر راوخیژې نو دَ سُنتو دِ قضا وکړې۔
نمبر۲۔ دَ ماسپښین دَ څلورو رکعته فرضو نه مخکښې څلور رکعته سُنت او وروستو دوه رکعته سُنت وې۔ دا شپږ رکعته هم ډیر ضرورې دې بې سبب ېٔ پریښول سخته ګُناه ده۔
نمبر۳۔ دَ مازیګر دَ څلورو رکعتو فرضو نه مخکښې هم څلور رکعته سُنت ډیر ثواب لرې خو ددې دومره تاکید نشته که چا پریښول نو ګنهګار نه دې او که چا وکړل نو ډیر ثواب ېٔ دې۔
نمبر۴۔ دَ ماښام دَ درې رکعتو فرضو نه پس دوه رکعته سُنت هم ضرورې دې که چا ونهٔ کړل نو سخته ګُناه ده۔
نمبر۵۔ ښه داده چې دَ ماسخوتن دَ څلورو رکعته فرض نه مخکښې څلور رکعت سُنت وکړې او دَ فرضونه پس دوه رکعته سُنت وکړې بیا دوه رکعت نفل او بیا درې رکعته وِتر۔ پهٔ دې حساب دَ ماسخوتن شپږ رکعته سُنت شو خو پهٔ دې کښې دَ فرضونه پس دوه رکعته ضرورې دې پریښول ېٔ ګُناه ده۔او ړومبې څلور رکعته دومره ضرورې نه دې که چا وکړل نو ثواب ېٔ دې که نه وې نو ګُناه ېٔ نشته ۔
نمبر۶۔ دَ روژې پهٔ میاشت کښې تراویح هم سنت دې، ددې ډیر تاکید راغلې دې۔ بے عذره نه کول ېٔ سخته ګُناه ده ښځې اکثر تراویح نه کوې۔ داسے نه دې کول پکار، دَ ماسخوتن دَ فرضو او سنتو نه پس شل رکعته دې۔ ښه داده چې دَ دوؤ دوؤ رکعتونو نیت وتړې دَ څلور هم خیر دې چې شل واړه رکعته وکړې نو بیا دِ وِتر وکړې۔
فائده۔ دَ کومو سنتو چې کول ضرورې دې هغې ته سُنت مؤکده وئیلې شې پهٔ شپه ورځ کښې داسې دولس رکعته دې، دوه دَ سحر، څلور ماسپښین، ړومبې او دوه ورستې۔ دوه دَ ماښام، او دوه دَ ماسخوتن پهٔ روژه کښې تراویح او تهجّد مونځ هم بعضو عالمانو پهٔ مُؤکَّدو سُنت کښې شمیرلې دې۔
نمبر۷۔ دا دومره مونځونه دَ شریعت دَ طرف نه مُقرر دې۔ که دَدې نه زیات څوک کوې، نو چې څومره ېٔ زړهٔ غواړې او کله ېٔ زړهٔ غواړې کوې دِ لیکن دا خیال پکار دې چې کومو درې وختونو کښې مونځ مکروه دې۔ هغه وخت کښې دِ نه کوې۔ دَ فرضو اؤ سنتو نه علاوه چې کوم مونځ کیږې هغې ته نفل وئیلې شې نفل چې څوک څومره ډیر کوې هومره ېٔ ډیر ثواب کیږې۔ دَ نفلو څه حد نشته بعضو دَ خداۓ بندیانو ټوله ټوله شپهٔ مونځ کول بلکل به نه اُودهٔ کیدل۔
نمبر۸۔ دَ ځنو نفلو مونځونو ډیر زیات ثواب دې پهٔ لږه خواریٔ باندې دا ثواب حاصلیدې شې۔ داسې نفل شپږ وې، (۱) تحیَّة الوضوء(۲) اشراق(۳) څاښت(۴) اوّابین(۵)تهجّد(۶)صلوٰةِ تسبیح۔
نمبر۹۔ تَحِیّة الوضوء”کله چې څوک اؤدس وُکړې نو دَ اودس نه پس دِ دوه رکعته نفل وکړې۔ پهٔ حدیثو کښې ددې ډیر فضیلت راغلې دې۔ خو پهٔ مکروه وختونو کښې دِ نه کوې۔
نمبر۱۰۔”اِشراق“ چې دَ سحر مونځ وُشې دَ مُصلّې نه پانه سې۔ نه دَ دُنیا پهٔ څه کار کښې ولګې خو بس درود شریف وائی۔ دَ کلمې یا بل څه وظیفه کوې چې نمر وخیژې او اُوچت شې نو دوه رکعته مونځ وُکړې۔ دَ یَو حج او یو عمرې هومره ثواب ېٔ دې۔ که دَ سحر مانځه نه پس دَ دُنیا څه کار کښې وُلګې خو دَ نمر راختو نه پس مونځ وُکړې هم اِشراق به ېٔ وشې۔ خو ثواب به ېٔ کم وې۔
نمبر۱۱۔بیا چې نمر ښه راوچت شې او ښه تیز شې۔ دوه رکعته یا څلور یا اتهٔ یا دولس وکړې نو دې ته دَ څاښت مونځ وائی۔ اؤ ډیر ثواب ېٔ دې۔
نمبر۱۲۔ دَ ماښام دَ فرضو او سنتو نه پس کم نه کم شپږ رکعته او زیات نه زیات شل رکعته مونځ وکړې۔ نو دې ته صلوٰة اَوّابین وائی۔
نمبر۱۳۔ پهٔ اخره شپه کښې پاسیدلو او مونځ کولو ته صلوٰةِ تهجد وائی دا مونځ خداۓ پاک ته ډیر مقبول دې۔ او ډیر زیات ثواب ېٔ دې۔ تهجّد کم نه کم څلور رکعته او زیات نه زیات دولس رکعته دې۔ که اٰخره شپه کښې دَ پاسیدو همّت ې نه وې نو دَ ماسخوتن دَ مانځه نه پس دِ ېٔ وُکړې۔ خو ددې دومره ثواب نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ صلوٰة تسبیح پهٔ حدیثو کښې ډیر فضیلت بیان شوې دې۔ حضورﷺ خپل ترهٔ حضرت عباس رضی الله عنه ته فرمائی چې دې مانځه باندې به ستا واړهٔ، لوېٔ، وړاندې وروستو ټول ګناهونه معاف شې۔ که طاقت دِکوې نو هره ورځ دا مونځ کوه۔ که نه وې پهٔ هفته کښې یو ځل که نه وې پهٔ میاشت کښې یو ځل که نه وې پهٔ کال کښې یو ځل۔ که نه وې پهٔ عمر کښې یو ځل خو ېٔ ضرور وُکرهٔ۔ ددې مونځ دَ کولو طریقه داده چې دَ څلورو رکعتو نیت وُترې۔ دَ ”سُبحَانَکَٔ اللّٰهُمَّ ،الحمدُ او سورة نه پس او رکوع ته دَ تلو نه ړومبې پنځلس ځله دِ اُووائی” سُبحَانَ اللهِ وَلحَمدُ لِلهِ وَلَااِلٰهَ اِلاَّاللهُ وَاللهُ اَکبَرُ “ بیا رکوع ته لاړشې او سبحانَ رَبِیَّ العَظِیم“ وئیلو نه پس بیا لس ځله دغه تسبیح وُوائی چې سجدې نه سر پورته کړې بلې سجدې ته دَ تلو نه مخکښې بیا لس ځله پهٔ بله سجده کښې دَ ”سُبحَانَ رَبِیَ الَعلیٰ نه پس لس ځله او چې دَ دویئمې سجدې نه پاسی، کښینې نو هم دِ لس ځله دغه تسبیح وُوائی بیا دِ دویئم رکعت ته پورته شې او هم دغه شان دِ دویئم رکعت هم وکړې۔ پهٔ دویئم رکعت چې دویئمې سجدې نه پورته شې۔ دَ التحیّاتُ نه مخکښې دِ لس ځله دغه تسبیح ووائی۔ هم دغه شان به څلور واړه رکعته وکړې۔ پهٔ داسې طریقه هر رکعت کښې پنځه اویا ځله تسبیح وئیلې شې۔
نمبر۱۵۔ پهٔ دې څلورو واړو رکعتونو کښې دَ الحمدُ نه پس چې کوم سورة وائی نو وئیلې شې خاص متعیّن سورة نشته۔
فصل
نمبر۱۔ دَ ورځې نفلو کښې دَ دوه ؤ رکعتو نیت هم تړلې شې او دَ څلورو هم تړلې شې۔ دَ څلورو نه زیات پهٔ یَو سلام نشې کولې دَ شپې نفلو کښې دَ شپږو او اتو هم پهٔ یَو ځاېٔ اجازت شته۔ ددې نه زیات مکروه دې۔
نمبر۲۔ که دَ څلورو رکعتو نیت ېٔ تړلې وې چې دوه رکعته وُکړې نو ورته اختیار دې چې دَ دویئم رکعت پهٔ قعده کښې التّحیاّتُ، درود او دُعا ټول وائی او بیا دریئم رکعت ته پاسې او ”سُبحَانَکَٔ اللّٰهُمَّ“ اَعُوذُ بِا للهِ او بِسمِ الله وئیلو نه پس اَلحَمدُ شروع کوې او که پهٔ قعده کښې صرف اَلتَّحیَّاتُ وائی او دریئم رکعت ته پاسې، دَ بِسمِ الله اؤ الحَمدُ نه شروع کوې، همدغه شان که چا دَ شپږو یا دَ اَتو رکعتو تړلې وې۔ نو د، دویئم څلورم او شپږم رکعت پهٔ قعده کښې ورته اختیار دې چې ”التَّحیاّٰتُ کښې درود او دُعا ټول وائی اؤ دریئم، پنځم، اؤ اُووم رکعت دَ ”سُبحَانَکَٔ اللّٰهُمَّ، اعوذ با لله، بِسم الله، او اَلحَمدُ نه شروع کوې۔ دَ شپږم یا اَتم رکعت پهٔ قعده کښې به التَّحِیَّات، درود اؤ دعا ټول وُوائی۔ او سلام به وُګرزَوې۔
نمبر۳۔ دَ سنتو او نفلو پهٔ ټولو رکعتونو کښې اَلتَّحِیَّات سره یو سورة وئیل واجب دې که قصدًا چاوُنه وې نو ګُنهګا دې اؤ هیر شو ترینه نو سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۴۔ دَ نفلو نیت چې چا وُتړلو نو اوس ېٔ پوره کول واجب دې که مات ېٔ کړو نو ګنهګار دې۔ قضا به ېٔ کوې۔خو دَ نفلو هر دوه رکعته مستقل مونځ دې که دَ څلورو یا شپږو نیت چا تړلې وې نو دوه پوره کول واجب دې که چا پهٔ دوه ؤ رکعتو سلام وُګرزَوُلو نو څه ګُناه ېٔ نشته۔
نمبر۵۔ که چا دَ څلورو رکعتو نیت تړلې وې او لا ېٔ دوه رکعته پوره کړې نه وې، چې مونځ ېٔ مات کړو۔ نو صرف دوه رکعته به کوې۔
نمبر۶۔ که دَ څلورو رکعتو نیت ېٔ تړلې وې دوه رکعته ې کړې وې پهٔ دریئم یا څلورم کښې ېٔ مات کړو، نو که پهٔ دویئم رکعت کښې ېٔ ”التَّحِیَّاتُ “ وئیلې وې نو صرف دَ دوؤ رکعتو قضا به کوې اؤ که پهٔ دویئم رکعت کښې ترینه پهٔ هیره التَّحِیَّاتُ پاتې وې او دریئم رکعت ته ولاړ وې نو پوره څلور رکعته به قضا کوې۔
نمبر۷۔ دَ ماسپښین پهٔ څلورو رکعتو سنتو کښې ېٔ که مونځ مات کړو نو پوره څلوررکعته قضا به کوې۔ پهٔ دویئم رکعت کښې ېٔ ”التَّحِیَّاتُ وئیلې وې او که نه۔
نمبر۸۔ نفل مونځ پهٔ ناستې هم جائز دې لیکن بې عذره پهٔ ناستې دَ کولو ثواب نیم دې۔ ښه داده چې پهٔ ولاړې ېٔ وُکړې۔ البته که دَ بیماریٔ دَ وجهې نه پهٔ ولاړې نشې کولې نو بیا به ېٔ پوره ثواب کیږې۔ فرض او سُنت بې مجبوریٔ نه پهٔ ناستې نه کیږې۔
نمبر۹۔ که نفل مونځ چا پهٔ ناستې شروع کړې وو۔ څه ېٔ پهٔ ناستې وکړو بیا وُدریدو نور ېٔ پهٔ ولاړې وُکړو هم څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۱۰۔ که نفل مونځ ېٔ پهٔ ولاړې شروع کړې وو پهٔ مینځ کښې پهٔ ړومبې رکعت یا پهٔ دویئم کښیناستو۔نور ېٔ پهٔ ناستې وکړو هم جائز دې۔
نمبر۱۱۔ پهٔ نفل مانځه کښې که پهٔ ولاړې ستړې شو، دیوال ته ېٔ اَډه وُوهله یا دَ همسا پهٔ تکیه وُدریدو هم مکروه نه دې۔
دَ اِستِخارې مونځ
نمبر۱۔ چې څوک څه کار کوې او دَ خداۓ پاک نه دَ هغې اجازت غواړې۔ دې ته اِستِخاؔره وئیلې شې۔ پهٔ حدیث شریف کښې ددې ډیر ترغیب راغلې دې۔ رسول الله ﷺ فرمائیلې دې چې ”دَ خداۓ پاک نه اِجازت نه غوښتل اؤ اِستخاره نه کول ډیره بدبختی او کم نصیبې ده۔“ چې څوک وادهٔ کوژدن کوې۔ یا چرته پهٔ سفر ځې۔ یا بل څهٔ کار کوې۔ نوبې اِستِخارې دِ ېٔ نه کوې۔ چې اِستِخاره وکړې نو اِنشاءالله هیچرې به پهٔ هغه کار نه ستومانه کیږې۔
نمبر۲۔ دَ اِستِخارې دَ مانځه طریقه داده چې ړومبې دِ دوه رکعته مونځ وُکړې اؤ بیا دِ ښه دَ زړهٔ دَ اِخلاصه دا دُعا ولولې۔
اَللّٰهُمَّ اِنّیِ اَستَخِیرُکَٔ بِعِلمِکَٔ وَ اَستَقدِرُکَٔ بِقُدرَتِکَٔ وَاَسَٔلَکَٔ مِن فِضلِکَٔ العَظِیم فِاِنَّکَٔ تَقدِرُ وَلَا اَقدِرُ وَتَعلَمُ وَلَا اَعلَمُ وَ اَنتَ عَلَّامُ الغُیُوبِ اَللَّمُمَّ اِن کُنتَ تَعلَمُ اَنَّ هٰذَالاَمرَ خِیرلِی فِی دِینی وَ مَعَاشِی وَ عَاقِبَةِ اَمرِی فَاَقدِرهُ وَ یَسّرهُ لِی ثُمَّ بَارِک لِی فِیهِ وَ اِن کُنتَ تَعلَمُ اَنَّ هٰذاالاَمرَ شَرُّلِّی فِی دِینِی وَ مَعَاشِی وَ عَاقِبَةِ اَمرِی فَاَصرِفهُ عَنّی وَاَقدِر لِی الخَیرَ حَیثُ کَانَ ثُمَّ اَرضِنِی بِهِ
او چے کله لفظ دَ ”هٰذَاالاَمرَته“ راشې دَ کوم لاندې چې کرښه ده نو پهٔ دې وَخت کښې دِ هغه کار پهٔ زړه کښې یاد کړې دَ کوم دَ پاره چې اِستِخاره کوې۔ دې نه پس دِ پهٔ پاکه صفا بستره باندې پهٔ اؤدس کښې اُوده شې، قبلې طرف ته دِ مخ کړې چې دَ خوبه راپاسې پهٔ هغه وخت چې ېٔ زړهٔ ته کومه خبره راغله دَ هغه کار دَ کولو یا نه کولو هم پهٔ هغې دِ عمل وکړې دا به بهتره وې۔
نمبر۳۔ که پهٔ یوه ورځ څه پته وُنهٔ لګیده پهٔ زړهٔ کښې ېٔ هم هغَسې شک وو۔ پهٔ یَو طرف ېٔ اراده مضبوطه نه شوه نو پهٔ دوئمه ورځ دِ بیا هم دَغه شان وُکړې۔ تر اُووه ورځو پورې اِنشاءالله ضرور به ورته دَ هغه کار ښه والې یا بد والې معلوم شې۔
نمبر۴۔ که دَ حج د تلو دَ پاره اِستخاره کوې نو دادِ نه وائی چې حج ته لاړ شم که نه بلکه داسې د وائی چې که پهٔ دې ورځ لاړ شم که نَه۔
دَ توبې مونځ
که دَ بنده نه څهٔ کار دَ شریعت نه خلاف شوې وې نو دوهٔ رکعته نفل مونځ دِ وُکړې۔ بیا دِدَ خداۓ نه ډیر پهٔ زاریٔ سره معافې وُغواړې۔ پهٔ خپلو کړو دِ پښیمانه شې۔ توبه دِ وُباسې اؤ دَ مخکښې دَ پاره دِ پخه اِراده وُکړې چې بیا به داسې کار نهٔ کوم۔ خداۓ پاک به ورته پهٔ خپل فضل هغه ګُناه معاف کړې۔
دَ قضا مونځونو کولو طریقه
نمبر۱۔ دَ چانه چې کوم مونځ قضا شوې وې چې کله ورته یاد شې نو زر دِ ېٔ کوې، بې سببه وروستو کول ېٔ سخته ګناه ده۔ که چا زر قضا وُنکړه پهٔ بله ورځ یا بل وخت ېٔ پریښوده اؤ دَ هغې نه مخکښې ناڅاپه مړ شو نو برغدې ګُناه ېٔ پهٔ سر شوې یو دَ مونځ قضا کولو او بله دَ قضا زر نه ادا کولو۔
نمبر۲۔ که دَ چا نه ډیر مونځونه قضا شوې وې چې څومره کیدې شې۔ زردِ هغه ټول وُجارباسې۔دا ضرورې نه ده چې دَ ماسپښین مانځه سره دِ دَ ماسپښین وُکړې۔ او دَ مازیګر سره مازیګر۔ که ډیر مونځونه دَ ډیرو میاشتو یا دَ ډیرو کالو دَ چانه قضا شوې وې۔ دَ هغې پهٔ قضا جاویستلو کښې دِ هم دَ جلدیٔ نه کار واخلې پهٔ یَویَو وخت دِ دوه دوه څلور څلور مونځونه نه کوې۔ که څه مجبورې وې نودَ هر فرض مونځ سره دِ یَو قضا مونځ جارباسې دادَ ټولو نه کمه درجه ده۔
نمبر۳۔ دَ قضا مونځ جارویستلو دَ پاره څه خاص وَخت نشته۔ دومره خیال ساتل پکار دې چې مکروه وخت نه وې۔ درې وختونو کښې مونځ مکروه دې۔(۱) دَ نمر راختلو پهٔ وخت کښې۔چې ښه را وُچت شې۔
(۲)۔۔۔۔۔۔۔۔۔ پهٔ وخت کښې چې نمر سَر پهٔ سَر وې او(۳) دَ نمر زیړې کیدو تر نمر پریوتو پورې۔
نمبر۴۔که دَ چانه پهٔ ټول عمر کښې مونځ نه وې قضا شوې اوس ترِ یَو قضا شو یا ترِ څه قضا شوې وې خو هغه ېٔ جارویستې وې اوس ورباندې دَغه یو مونځ پاتې وې نو اول دِ دغه قضا مونځ وُکړې هله دِ دَ وَخت فرض کوې۔ بغیر دَ قضا جارویستو نه به ېٔ فرض مونځ نه کیږې۔ البته که قضا مونځ ترینه هیر شوې وې۔ او دَ وخت فرض ېٔ وکړو نو چې کله ورته یاد شې نو هغه وخت دِ ېٔ وکړې اؤ هغه وختې فرض دِ بیانه جارباسې۔ هغه وشول۔
نمبر۵۔که وخت دومره لږ وو چې هغه قضا مونځ که جارباسې، نو دا وخت مونځ به ترِ قضا شې نو اول دِ دَ وخت مونځ وکړې بیا دِ قضا وُجارباسې۔
نمبر۶۔که دَ چانه دوه یا درې یا څلور یا پنځه مونځونه قضا شول او ددې نه علاوه ېٔ پهٔ ذمه نور قضا مونځونه نه وو یعنې پهٔ ټول عمر کښې چې کله راسې دې ځوان شوې دې مونځ ترې قضا شوې نه دې۔یا قضا شوې دې خو هغه ېٔ جارویستې دې نو اوس چې ترِڅو پورې دا ټول قضا مونځونه وُنه جارباسې نو د وَخت فرض مونځ ېٔ نه کیږې۔ اؤ چې دا پنځه واړهٔ جارباسې نو پهٔ داسې طریقه به ېٔ جارباسې چې کوم مونځ ترِ اول قضا شوې وې هغه به اول کوې بیا به هغې پسې دویئم بیا دریئم، دغه سې به ټول کوې لکه چې چا دَ یوې ورځې پنځه واړه مونځونه نه وې کړې نو هغه به ړومبې سحر قضا کوې، بیا دَ ماسپښین، بیا دَ مازیګر، بیا دَ ماښام، بیا دَ ماسخوتن، که په دې ترتیب ېٔ ونه کړې لکه اول دَ ماسپښین وُکړې بیا دَ سَحر نو دا صحیح نه دِې دوباره به ېٔ کوې۔
نمبر۷۔که دَ چانه شپږو نه زیات مونځونه قضا شوې وې،نو اوس بغیر ددې دَ مونځونو دَ جارویستلو نه هم دَ وخت فرض مونځ کولې شې او چې کله دا قضا مونځونه جارباسې نو چې پهٔ دوېٔ کښې کوم ړومبې قضا شوې وې دَ هغې ړومبې جارویستل ضرورې نه دې چې څنګه ېٔ خوښه وې هغَسې دِ ېٔ وکړې۔ پهٔ ترتیب ېٔ کول ضرورې دې۔
نمبر۸۔دوه درې میاشې یا دوه درې کاله شوې وو چې دَ چانه شیږ مونځونه قضا شوې وو خو هغه قضا ۓ لا جارویستې نه وه او نور مونځونه ېٔ پوره پوره کول چې اوس ترې نه یَو مونځ قضا شو نو دې هم اوس بغیر ددې قضا جارویستو نه دَ وخت فرض مونځ کولې شې،صاحب ترتیب نه دې۔
نمبر۹۔که دَ چا پهٔ ذمه شپږ یا دَ شپږو نه زیات مونځونه وو۔او ترتیب ورباندې ضرورې نه وو۔ لیکن هغه ټول ېٔ په یَو یَو،دوه دوه کښې وُجارویستل دې اوس بیا صاحبِ ترتیب شو، که دَ شپږو نه کم مونځونه جارویستې ۔۔۔۔۔ دَ وخت فرض مونځونه نه شې کولې البته که به ترینه شپږ یا زیات قضا شو نو اوس ورته ترتیب معاف دې۔ بغیر ددې شپږو دَ جارویستو نه دَ وخت مونځ کولې شې۔
نمبر۱۰۔ دَ چانه ډیر مونځونه قضا شوې وو هغه ېٔ ورو ورو جارویستل څلور یا پنځه پاتې دې۔ نو په دهٔ باندِ اوس هم ترتیب ضرورې نه دې چې څنګه خوښه وے دغه مونځونه دِ وُجارباسې۔اوکه داېٔ لا پوره کړې نه وې نو هم وخت فرض مونځ کولې شې چې دا ټول ختم کړې، نو اوس به ورباندې بیا ترتیب ضرورې شې څو پورې چې ترې نه شپږ مونځونه قضا شوې نه وې۔
نمبر۱۱۔ که دَ وِترو مونځ ترِ قضا شو، سِوا ددې نه ترِ بل مونځ نه وې قضا شوې نو بغیر دَ وِترو دَ جارویستو نه دَ سَحر مونځ نشې کولې۔ که هعه ورته یاد وو او دَ سحر مونځ ېٔ ړومبې وکړو، بیا ېٔ دَ وِترو قضا وکړه نو هغه دَ سَحر مونځ به دوباره کوې۔
نمبر۱۲۔ که چا تش دَ ماسخوتن مونځ کړې وو اودهٔ شو۔بیا ېٔ دَ تهجُدو دَ پاره اودس وُکړو او وِتر ېٔ هم وُکړل سحر ورته رایاد شو چې دَ ماسخوتن مونځ بې۔۔۔۔۔۔۔۔ کړې وو نو اوس به تش دَ ماسخوتن قضا جارباسې۔
نمبر۱۳۔ قضا صرف دَ فرضو او وِترو جارویستې شې دَ سنتو قضا نشته البته که دَ سحر مونځ دَ چانه قضا شوې وې نو که دَ زوال نه مخکښې ېٔ جارباسې نو سُنت او فرض دواړه دِ وکړې اوکه دَ زوال نه پس ېٔ جارباسې نو تش دوه رکعته فرض به کوې۔
نمبر۱۴۔ که دَ سَحر وخت پهٔ چا دومره لږ شو چې صرف دوه رکعته فرض ۔۔۔۔۔ کیدې شې نو سُنت دِ پریږدې او دَ نمر راختو نه پس دَ غرمې نه مخکښې دِ سُنت بیا وُکړې۔
نمبر۱۵۔ که چا بې نمازه توبه وُویسته نو څومره مونځونه چې تروسه دَ هغه نه قضا شوې وې دَ هغې ټولو به قضا جارباسې پهٔ تشه توبه مونځونه نه معاف کیږې۔البته دَ مونځ نه کولوګُناه به ورته معاف شې۔ او که قضا ېٔ وُنه جارویسته نو بیا به هم هغسې ګُنهګار وې۔
نمبر۱۶۔ که دَ چانه څه مونځونه قضا شوې وې اولاېٔ جارباستې نه وې نو دَ مرګ پهٔ وخت کښې دَ فدېٔ ورکولو وصیت ورباندې فرض دې که اوېٔ نه کړو نو ګُنهګار به وې (دَ مانځه دَ فدېٔ بیان به دَ روژې دَ فدېٔ سره پهٔ دریئم باب کښې راشې)۔
نمبر۱۷۔ که دَ ګنړو کسانو نه دَ یَو وخت مونځ قضا شوې وو نو پکار دې چې پهٔ جمع سره ېٔ وُکړې۔ که جَهرې مونځ وې نو دَغَسې پهٔ جَهَر به ورکښې قرأت لولې۔ او که نه وې نو هغَسې به ېٔ کوې۔
سجده سهَو کول
نمبر۱۔ پهٔ مانځه کښې چې څومره کارونه واجب دې پهٔ هغو کښې که یَو واجب کار یا څو واجب کارونه پهٔ هیره پاتې شې نو سجده سهو کول واجب دې۔ چې سجده سهو وُکړې نو مونځ به ېٔ پوره شې اوکه وُېٔ نکړه نو مونځ به دوباره کوې۔
نمبر۲۔ که پهٔ هیره ترِ دَ مانځه یَو فرض کار پاتې شې نو پهٔ سجده سهَو کار نه کیږې ټول مونځ به بیا دَ سره کوې۔
نمبر۳۔ دَ سجده کولو طریقه داده چې پهٔ اخرې رکعت التَّحیَّاتُ تر تشهد پورې وُوائی نو یَو طرف ته دِ سلام وُګرزَوې دوه سجدې دِ وُکړې۔ او بیا دِ پوره التَّحیَّاتُ سره دِ درود او دُعا وُوائی نو سلام دِ وُجارباسې۔
نمبر۴۔ که پابه هیره یَو طرف ته سلام وُنه ګرزَوُلو او دَ تشهّد نه پس ېٔ دوه سجدې وُکړې نو سجده سهو صحیح شوه۔ مونځ ېٔ پوره شو۔
نمبر۵۔ که چا پهٔ هیره دوه ځله رکوع وکړه یا ېٔ درېٔ سجدې وُکړې نو سجدهٔ سهَو ورباندې واجب شوه۔
نمبر۶۔ که چا پهٔ مانځه کښې پهٔ هیره اَلحَمدُ پریښوه۔ یا ېٔ سورة اول وُوې او اَلحَمدُ وروستو، پهٔ هغه سجده سهو واجب شوه۔
نمبر۷۔ که چا دَ فرضو پهٔ وړومبو دوهٔ رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ سره سورة وُنه وې نو دَ وروستو دوه ؤ سره دِ وُوائی او سجده سهو دِ وُکړې۔ او که وړومبو دوه ؤ رکعتونو کښې ېٔ پهٔ یَو کښې سورة نهٔ وو وئیلې نو پهٔ روستنو دوه ؤ کښې دِ یَو کښې وُوائی او سجدهٔ سهو دِ وُکړې۔ او که پهٔ ړومبو دوؤ کښې ېٔ دَ اَلحَمدُ سره سورة نه وو وئیلې پهٔ وروستو کښې ېٔ هم هیر شو پهٔ اخر کښې ورته یاد شو چې پهٔ اوّلو دواړو رکعتونو کښې یا یَو کښې مِ سورت نه دې وئیلې نو سجده سهو دَ وُکړې۔ مونځ به ېٔ پوره شې۔
نمبر۸۔ دَ سنتو،وِترو او نفلو پهٔ ټولو رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ سره سورة وئیل واجب دې۔ که پهٔ یَو رکعت کښې هم دَ چا نه سورة پاتې شو نو سجدهٔ سهو به کوې۔
نمبر۹۔ که دَ الحمدُ وینا نه پس ېٔ دا سوچ کولو چې کوم سورة وُوائیم۔ پهٔ دې سوچ کښې دومره وَخت تیر شو چې درې ځله ورکښې سُبحانَ الله وئیلې شې۔ بیا ورته رایاد شو چې رکعتو نه مِ څلور پوره کړې دې نو اوس هم ورباندې سجده سهو واجب ده۔
نمبر۱۰۔ که بلکل اخرې رکعت کښې دَ التَّحیَّاتُ نه پس ورته دا شک شو چې درې رکعته مِ وکړل که څلور، پهٔ دې سوچ کښې خاموش ناست وو، پهٔ سلام ګرزولو کښې دومره تاخیر راغلو چې درې ځله ورکښې سُبحَانَ الله وئیلې شې۔ بیا ورته رایادشو چې رکعتونه مِ څلور پوره کړې دې نو اوس هم ورباندې سجده سهو واجب ده۔
نمبر۱۱۔ دَ اَلحَمدُ او سورة وَینا نه پس رکوع ته ټیټ نه شو چې څه سوچ کښې دومره ولاړ وو چې درې ځله ورکښې سُبحان الله وئیلې شې نو سجده سهو پرِ واجب ده۔
نمبر۱۲۔ همدغسې که دَ مانځه پهٔ مینځ کښې څوک پهٔ څه سوچ دومره حصار شو چې درې ځله سُبحان الله ورکښې وئیلې شې۔ یا پهٔ دویئم یا پهٔ څلورم رکعت چې التَّحیَّاتُ ته کښینې نو زر ېٔ شروع نکړې چې څه سوچ کښې ورباندې دومره وَخت تیر شې۔ یا رکوع نه چې وُدریږې۔ یا دَ دواړو سجدو پهٔ مینځ کښې پهٔ څه سوچ دومره وخت تیر کړې۔ پهٔ دې ټولو موقعو باندِ سجده سهو واجب کیږې غرض داچې پهٔ هیره پهٔ څه کار کښې دومره حصارتیا وُکړې یا چې سوچ باندِ دومره وخت تیر کړې چې درې ځله ورکښې سُبحان الله وئیلې شې نو سجده سهو پرِ واجب شوه۔
نمبر۱۳۔ دریو یا څلورو رکعتو فرض مونځ کښې چې پهٔ دویئم رکعت التَّحیَّاتُ ته کښینې که چا دوه ځله اَلتَّحیَّاتُ اُووې یا ېٔ دَ تشهّد نه پس اَللَّهمُمَّ صَلِ عَلیٰ مُحَّمد یا ددې نه زیات وُوې نو سجده سهَو پرِ واجب شوه۔ که دَ دې نه ېٔ کم وئیلې وې نو نه واجب کیږې۔
نمبر۱۴۔ پهٔ نفل مونځونو کښې پهٔ دویئم رکعت کښې هم التَّحیَّاتُ سره درود وئیل جائِز دې۔ ددې وجهې نه پهٔ نفلو کښې که دویئم رکعت کښې چا دَ تشهُّد نه زیات وُوئیلو نو سجده پرِنه واجبیږې۔ او که چا سوه ځله التَّحیَّاتُ وُوې نو پهٔ نفلو کښې پرِهم سجده واجبیږې۔
نمبر۱۵۔ که التَّحیَّاتُ ته کښیناستو۔ پهٔ هیره باندِې ېٔ اَلحَمدُ یا بل څه شروع کړهٔ نو سجده سهو پرِ واجب شوه۔
نمبر۱۶۔ دَ نیت تړلو نه پس که چا دَ سُبحانَکَٔ اللّٰهُمَّ پهٔ ځاېٔ دُعاېٔ قنوت وُوې نو سجده سهو واجب نه ده۔ هم دغَسې که چا پهٔ دریئم یا څلورم رکعت کښې دَ الحمدُ پهٔ ځاېٔ التَّحیَّاتُ یا بل څه وُلوستل هم سجده واجب نه ده۔
نمبر۱۷۔ که دَ درَیو یا څلورو رکعتو پهٔ مانځه کښې پهٔ دویئم رکعت کښیناستل دَ چا نه هیر شو۔ دریئم رکعت تهپه وُدریدو کښې ورته یاد شو۔ که پښې ېٔ نیغې شوې نه وې نو کښیناستل پکار دې۔ د التَّحیَّاتُ نه پس دِ وُدریږې او سجده پرِ نشته او که پښې ېٔ نیغې شوې وې۔نو نه دِ کښینې چې څلور رکعته پوره کړې نو اخر کښې دِ سجده سهو وُکړې۔ او که دَ نیغ وُدریدو نه پس کښیناستو او التَّحیَّاتُ ېٔ وُوې نو ګُنهګار شو او سجده به هُم کوې۔
نمبر۱۸۔ که پهٔ څلورم رکعت کښې اخرې قعده باندِ کښیناستل ېٔ هیر شو، وُدریدو نو که پښې ېٔ نیغې شوې نه وې۔ بلکه دَ ناستې حالت ته قریب وې نو کیښیناستل پکار دې دَ التَّحیَّات او درود نه پس دَ سلام وُګرزَوې۔ سجده پرِ نشته ۔ او که نیغ وُدریدلې وې بلکه که اَلحَمدُ اؤ سورة ېٔ هم لوستې وې۔ بلکه دَ پنځم رکعت رکوع ېٔ هم کړې وې۔ بیا دِ هم کښینې التَّحیَّاتُ دِ وُلولې او سجده سهو دِ وُکړې البته که دَ رکوع نه پس هم ورته یاد نه شو او دَ پنځم رکعت سجده ېٔ وُکړه نو دا مونځ ېٔ نفل شو۔ شپږم رکعت دِورسره پوره کړې او فرض مونځ دِ دوباره بیا وُکړې۔ که شپږم رکعت ېٔ ورسره نه کړو نو څلور به ېٔ نفل شې۔ او دا یَو به ېٔ بیکاره شې۔
نمبر۱۹۔ که پهٔ څلورم رکعت کښیناستو التَّحیَّاتُ ېٔ وُوې او بیا پاسیدو نو دَ پنځم رکعت دِ سجدې کولو نه ړومبې چې ېٔ یاد شو، پکار ده چې کینې او دَ ناستې سره دِ یو طرفته سلام وُګرزَوې او سجده سهو دِ وکړې۔ او که دَ پنځم رکعت سجده ېٔ وُکړه۔ بیا ورته یاد شو نو شپږم رکعت دِ ورسره ملګرې کړې۔ او سجده سهو دِ وکړې۔ څلور به ېٔ فرض شې او دوه نفل۔ او که پهٔ پنځم رکعت کیناستو او سجده سهو ېٔ وکړه نو ښه ېٔ وُنکړل۔ څلور ېٔ فرض شو او یَو رکعت ېٔ برباد شو۔
نمبر۲۰۔ که څلور رکعته فرض ېٔ کولو، پهٔ دویئم رکعت کښیناسل ېٔ هیر شو، نو که دَ دریئم رکعت دَ سجدې نه ړومبې ورته یاد شو نو کښیناستل ورته پکار دې التَّحیَّاتُ دِ وُوائی او خپل مونځ دِ پوره کړې آخر کښې دِ سجده سهو وُکړې او که دَ دریئم رکعت سجده ېٔ وکړه نو بیا دِ څلور پوره کړې او آخر کښې دِ سجده وُکړې۔
نمبر۲۱۔که پهٔ دې کښې ېٔ شک شو چې څلور رکعته مِ وکړل که درې، که داسې عادت ېٔ نه وو۔ اتفاق ورته شک پیدا شو نو مونځ دِ دوباره وُکړې۔ او که داېٔ عادت وې چې اکثر ېٔ پهٔ زړهٔ کښې شک راځې نو پهٔ زړهٔ کښې دِ سوچ وکړې که زیات خیال ېٔ ددې وو چې درې رکعته مِ کړې دې نو یو رکعت دِ بل وُکړې۔ او سجده دِنه کوې۔اؤ که زیات ګمان ېٔ دا ووچې څلور مِ پوره کړې دې نو بل رکعت دِنه ورسره کوې او سجده دِ هم نه کوې۔ او که دَ سوچ نه پس ېٔ هم یو طرف ته خیال قوې نه شو، دواړه طرف ورته برابر وو نو دا دِ درې وُګنړې یَو رکعت دِ بل وُکړې۔ خو پهٔ دویئم دِ هم کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُلولې۔ او پهٔ څلورم هم او آخر کښې دِ سجده سهو وُکړې۔
نمبر۲۲۔ که دا شک ېٔ شو چې دا ړومبې رکعت دې که دویئم دَ هغې هم دا حکم دې که ړومبې ځل شک وې۔ نو بیا دِ ېٔ وُکړې او که همیشه ورته شک راځې چې کوم طرف ته ېٔ زیات خیال وې، هغه دِ وُکړې که دواړه طرف ته ېٔ خیال برابر وې نو یَو دِ ېٔ وُګنړې خو پهٔ دې ړومبې رکعت دِهم کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُوائی شاید چې دا دویئم وې۔ پهٔ دویئم رکعت دِ هم کښینې او دویئم کښې دِ اَلحَمدُ سره سورة هم وُوائی شاید چې دا دریئم وی پهٔ دریئم دِ کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُلولې شاید چې دا څلورم وې۔ بیا دِ پهٔ څلورم هم کښینې او تشهُّد نه پس دِ سجده سهو وُکړې۔
نمبر۲۳۔ که دا شک ېٔ شو چې دویئم رکعت دې که دریئم، نو دَ هغې هم دا حُکم دې۔ که دواړهٔ طرف ته ېٔ ګُمان برابر وې نو دویئم دِ ېٔ وګنړې۔ پهٔ دې دِ هم کښینې اَلتَّحیَّاتُ دِ وُوائی۔ بیا دِ پهٔ دریئم هم وُوائی او پهٔ څلورم هم، او سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۲۴۔ که دَ مانځه پوره کولو نه پس ېٔ دا شک شو چې درې رکعته مِ وُکړل، که څلور، ددې شک هیڅ اعتبار نشته، مونځ ېٔ وشو، البته که پوره ورته یاد شې چې درې رکعته مِ کړې دې نو وُدِدریږې او بل رکعت دِ ورسره وکړې او سجده سهو دِ وُکړې او که دَ مانځه نه پس ېٔ خبرې کړې وې یا بل داسې کار چې مونځ پرِ ماتیږې۔ بیا ېٔ دا خیال راغلو چې درې رکعته مِ کړې دې نو مونځ دِ دوباره وکړې۔ که دَ اَلتَّحیَّاتُ وَینا نه پس چې سلام ېٔ نه وې ګرزَولې ېٔ شک راغلو دَ هغې هم دا حکم دې چې څو پورې ېٔ پوره یاد نه وې، هیڅ اعتبار نشته، خو که دَ احتیاط دَ پاره څوک مونځ دوباره بیا وُکړې۔ نو ښه ده چې په زړهٔ کښې ېٔ شک پاتې نه شې۔
نمبر۲۵۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ څو کارونه داسې وکړل چې سجده پرِ واجبیږې نو یوه سجده سهو دِ ټولو دَ پاره کافې ده۔ پهٔ یَو مانځه کښې دوه ځله سجده سهو نه شې کولې۔
نمبر۲۶۔ دَ سجدهٔ سهو کولو نه پس ترِ داسې کار وشو چې سجده پرِ واجبیږې نو هم دغه سجده کافې ده۔ دوباره به ېٔ نه کوې۔
نمبر۲۷۔ که پهٔ مانځه کښې ترِ داسې څه غلطې شوې وې چې سجده سهو پرِ واجبیږې لیکن پهٔ هیره ېٔ دواړهٔ طرف ته سلام وُګرزَولو او سجده ېٔ وُنه کړه خو تر دې وخته هم پهٔ هغه ځاېٔ ناست وې نه ېٔ مخ دَ قبلې نه ګرزولې وې ۔ او نه ېٔ څه دُنیاوې خبره یا داسې څه کار کړې وې چې مونځ پرِ ماتیږې نو اوس دِ سجده سهو وُکړې۔ که دَ سلام نه پس ېٔ کلمه یا درود یا بل څه وظیفه کړې وې۔ ددې څه باک نشته۔ سجده سهو دِ وُکړې۔ مونځ به ېٔ پوره شې۔
نمبر۲۸۔ که سجده سهو پرِ واجب وه او قصدًا ېٔ دواړه طرفته په دې نیت سلام وُګرزَولو، چې سجده سَهو نه کوم بیا هم ورته دَ سجدې کولو اختیار شته ۔۔۔۔۔پورې چې ېٔ داسې څه نه وې کړې چې مونځ پرِ ماتیږې۔
نمبر۲۹۔ که دَ څلورو رکعتو یا دریٔو رکعتو پهٔ مانځه کښې ېٔ پهٔ هیره دویئم رکعت باندِې سلام وُګرزَولو نو خیر دې، پادِسې او خپل مونځ دِ پوره کړې او سجده سهو دِ وُکړې البته که دَ سلام ګرزَولو نه پس ېٔ داسې څه کار کړې وې چې مونځ پرِ ماتیږې نو بیا دوباره دِ بیا مونځ وُکړې۔
نمبر۳۰۔ که پهٔ خطاېٔ دَ وِترو په اول یا دویئم رکعت کښې دُعاېٔ قنوت وُوې نو ددې څه اعتبار نشته۔ دریئم رکعت کښې دِ بیا وُوائی او سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۳۱۔ که پهٔ وِترو کښې ېٔ شک شو۔ چې دا مِ دویئم رکعت دې که دریئم او ۔۔۔۔۔۔طرف ته ېٔ هم ګُمان غالب نه وو۔ دواړه طرفَ ورته برابر ښکاریدهٔ نو پهٔ دې رکعت کښې دِ هم دُعاېٔ قنوت وُلولې۔ او دَ اَلتَّحیَّاتُ نه پس دِ پاسې بل رکعت دِ وُکړې پهٔ هغې کښې دِ هم دُعاېٔ قنوت وُلولې۔ او سجده سهو دِ وُکړې۔
نمبر۳۲۔ که پهٔ وِترو کښې ېٔ دَ دُعاېٔ قنوت پهٔ ځاېٔ سُبحانَکَٔ اللّٰهُمَّ شروع کړه بیا ېٔ فکر شو نو دُعاېٔ قنوت ېٔ اُووې۔ سجده سهو ورباندې نشته۔
نمبر۳۳۔ که پهٔ وترو کښې ېٔ دعاېٔ قنوت هیر شو۔ سورت ېٔ وُوې او رکوع ېٔ وکړهٔ نو رکعت دِ پوره کړې۔ او آخر کښې دِ سجده سهو وکړې۔
نمبر۳۴۔ که دَ اَلحَمدُ نه پس چا دَ یَو سورة پهٔ ځاېٔ دوه، درې سورتونه وُوې نو څه باک ېٔ نشته، سجده سهو پرِ نه لازمیږې۔
نمبر۳۵۔ که دَ فرضو پهٔ وروستو دوه ؤ تشو رکعتونو کښې چا پهٔ هیره سورة ووې پهٔ یو رکعت کښې یا پهٔ دواړو کښې، څه باک ېٔ نشته سجده سهو پرِ نه لازمیږې۔
نمبر۳۶۔ که دَ مانځه پهٔ شروع کښې چا سُبحَانَکَٔ اللَّهُمَّ وُنه وې یا رکوع کښې ېٔ سُبحانَ رَبیَّ العَظِیمُ وُنه وې۔ یا سجده کښې ېٔ سُبحَانَ رَبِیَ الاَعلیٰ وُنه وې یا ېٔ دَ رکوع نه پورته کیدو پهٔ وَخت کښې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ یاد نه شو یا ېٔ دَ نیت تړلو وخت کښې لاس غوږونو ته یا اُوږو ته پورته نکړو یا ېٔ دَ رکعت پهٔ اخر کښې درود یا دُعا وُنه وې۔ دَ تشهّد نه پس ېٔ هم دغَسې سلام وُګرزولو پهٔ دې ټولو صورتونو کښې سجده سهو نه لازمیږې۔
نمبر۳۷۔ دَ فرضو پهٔ وروستو دواړو رکعتونو کښې یا یَو رکعت کښې چا اَلحَمدُ وُنه وې همدغسې چپ وُدریدو بیا رکوع ته لاړو نو هم سجده سهو پرِ واجب نه ده۔
نمبر۳۸۔ دَ کومو کارونو چې پهٔ هیره سره کولو باندِ سجده سهو لازمیږې که هغه کارونه څوک پهٔ قصد وُکړې نو سجده سهو پرِ واجب نه ده بلکه مونځ به دوباره سره کوې۔ که سجدهٔ سهو ېٔ وکړه هم ېٔ مونځ نه دې شوې۔ کوم کارونه چې پهٔ مانځه کښې نه فرض دے او نه واجب، بلکه سنت یا مستحب دې، دَ هغې پهٔ هیره سره پاتې کیدو باندِ سجده سهو نه لازمیږې مونځ ېٔ وُشو۔
نمبر۳۹۔ که پهٔ جهرې مونځونو کښې امام پهٔ زوره قرأة وُنه وې یا چا اِمام یا مقتدې دَ ورو اواز پهٔ مونځونو کښې پهٔ زوره با ندِ قرأة وُوې نو سجده سهو واجب شوه۔ البته که لږ غوندِ تلاوت ېٔ پهٔ زوره کړې وو چې دَمانځه دَ پاره کافې نه وې، لکه دوه درې الفاظ ېٔ وئیلې وې یا پهٔ جهرې کښې دغَسې دوه درې ټکې اِمام پهٔ ورو وُلوست سجده سهو پرِ نشته۔
سجده تلاوت
نمبر۱۔ پهٔ قران شریف کښې څوارلس ایتونه دې کوم ځاېٔ کښې چې دَ قران شریف پهٔ کناره باندِ ورسره سجدؔه لیکلې وې ددې ایتونو پهٔ تلاوت کولو باندِ سجده واجبیږې۔ او دې سجدې ته سجده تلاوت وئیلې شې۔
نمبر۲۔ دَ سجده تلاوت کولو طریقه داده چې اَللهُ اَکبَر وُوائی او ۔۔۔۔سجدې ته لاړ شې دَ اَللهُ اکبر وَینا پهٔ وخت لاس پورته کول نشته۔ سجده کښې دې کم نه کم درې ځله سُبحان رَبیَّ الاَعلیٰ وُوائی۔ بیا دَ اللهُ اکبر وُوائی او سر دِ راپورته کړې۔ بس سجده پوره شوه سلام ګرزَول ورکښې نشته۔
نمبر۳۔ ښَه داده چې پهٔ ولاړې اَللهُ اکبر وُوائی۔ سجدې ته لاړ شې او بیا اللهُ اکبر وُوائی وُدریږې خو که چا پهٔ ناستې اللهُ اکبر وُوې۔ سجدې ته لاړ یا دَ سجدې نه راپورته شو اللهُ اکبر ېٔ وُوې او کښیناستو نو هم خیر دې سجده ېٔ پوره شوه۔
نمبر۴۔ دَ سجدې تلاوت چې څوک وُلولې پهٔ هغه سجده واجب شې۔ چې څوک ېٔ واؤرې پهٔ هغه هم، دَ قران دَ اؤریدو پهٔ اراده ناست وو او که پهٔ بل کار کښې مشغول وې۔ او بې ارادې دَ سجدې ایت واورې ځکه بهتره داده چې دَ سجدې ایت دِ پهٔ زوره نه لولې چې پهٔ بل سجده واجب نه شې۔
نمبر۵۔ کوم شرطونه چې دَ مانځه دې هغه دَ سجده تلاوت دَ پاره هم ضرورې دې۔ لکه اودسؔ کول، دځاؔېٔ، بدؔن او جامې پاکې، قبلې ته مخ او داسې نور۔۔۔۔۔
نمبر۶۔ څهٔ رنګ چې دَ مانځه سجده کولې شې دَ تلاوت سجده هم دغسې پکار ده۔ بعضې خلق پهٔ قران شریف باندِ سجده لګوې، داسې سجده نه کیږې۔
نمبر۷۔ که پهٔ هغه وَخت دَ چا اودس نه وې نو بل وخت دِ ې بیا وُکړې پهٔ هغه وخت سجده کول ضرورې نه دې۔ خو ښه داده چې پهٔ هغه وخت وُشې شاید چې بیا ېٔ یاده نه وې۔ او پهٔ ذمه ېٔ پاتې شې۔
نمبر۸۔ که دَ چا پهٔ ذمه دَ تلاوت ډیرې سجدې پاتې وې۔ یا ېٔ ادا کړې نه وې، نو زر دِ ېٔ ادا کړې، که پهٔ ټول عمر کښې ېٔ ادا نه کړې نو ګُنهګار به پاتې شې۔
نمبر۹۔ که چا دَ حیض یا دَ نفاس پهٔ وخت کښې دَ سجدې ایت واوریدو نو سجده پرِ نهٔ واجب کیږې۔ او که پهٔ داسې وخت کښې ېٔ واؤریدو چې غُسل پرِ فرض وو نو غُسل نه پس پرِ سجده واجب ده۔
نمبر۱۰۔ که دَ بیماریٔ پهٔ حالت کښې واؤرې او دَ سجدې کولو طاقت ېٔ نه وې چې څنګه مونځ پهٔ اشاره کولې شې۔ دَغسې سجدهٔ تلاوت هم پهٔ اِشاره کولې شې۔
نمبر۱۱۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ سجدې ایت وُلوست، دَ ایت لوستو سره دَ سمدستې سجده وُکړې، بیا دِ باقې مونځ وُکړې۔ که دَ ایت سره سمدستې سجده وُنکره دوه درې ایته ېٔ وُلوست بیا هم سجده صحیح ده۔ که ډیر ایتونه ېٔ وُوې او بیا ېٔ سجده وُکړه نو سجده ېٔ وُشوه خو ګُنهګار به وې۔
نمبر۱۲۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ سجدې ایت وُوې۔ او پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ هغې سجده وُنکړه نو اوس دَ مانځه نه پس دَ هغې ایت دَ پاره سجده نه شې کیدې۔ (پهٔ مانځه کښې دَ وئیلې شوې ایت سجده هم پهٔ هغه مانځه کښې کیږې) همیشه دَ پاره به ګُنهګار وې، سِوا دَ توبې نه ېٔ بل صورت دَ معافیٔ نشته۔
نمبر۱۳۔ که په مانځه کښې څوک دَ سجدې ایت وُوائی او سمدستې رکوع ته ښکته شې( ورپسې بل ایت ونه وائی) او پهٔ رکوع کښې دا نیت وُکړې چې ” دا رکوع دَ سجدهٔ تلاوت دَ پاره هم کوم“ نو سجده به ېٔ وُشې۔ او که رکوع کښې ېٔ نیت وُنه کړو۔ چې سجده وُکړې نو دا سجده د تلاوت دَ سجدې دَ پاره هم کافې ده۔ نیت ېٔ کړې وې او که نه۔
نمبر۱۴۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ بل چانه دَ سجدې ایت واؤریدو نو پهٔ مانځه کښې به سجده نه کوې۔ دَ مانځه نه پس به کوې۔ که پهٔ مانځه کښې ېٔ وکړه نو سجده ېٔ وُنهٔ شوه۔ دوباره به ېٔ دَ مانځه نه پس کوې۔ او ګنهګار هم شو۔
نمبر۱۵۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست دَ سجدې ایت بیابیا وائی نو هم یَوَه سجده واجب کیږې دَ ټولو نه پهٔ اخر کښې به سجده کوې۔ اؤ که پهٔ اول ایت پسې ېٔ سجده وُکړه۔ بیا ېٔ هم هغه ایت بیا بیا وې۔ دغه یَوَه سجده کافې ده۔ او که ځاېٔ ېٔ بدل کړو، هغه ایت ېٔ وُلوست، بیا بل ځاېٔ ته لاړو او هم هغه ایت ېٔ بیا وُلوست۔ نو چې څومره ېٔ بیل بیل ځاېٔ کښې ولوست هغه هومره سجدې به کوې۔
نمبر۱۶۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست وې خو دَ سجدې ګنړ ایتونه ېٔ ولوستل نو چې څومره ایتونه ېٔ وئیلې وې۔ هغومره سجدې به کوې۔
نمبر۱۷۔ که پهٔ ناستې ېٔ دَ سجدې یو ایت وُوې۔ بیا وُدریدو خو ګرزیدلې نه وې۔ هم د هغه ناستې پهٔ ځاېٔ ولاړ ېٔ هم هغه ایت بیا وُوې۔ نو یَوه سجده به کوې۔
نمبر۱۸۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست وو۔ دَ سجدې ایت ېٔ وُلوست بیا پاسیدو وُګرزیدو اؤ بیا راغلو پهٔ هغه ځاېٔ کیناست او هغه ایت ېٔ بیا ولوست نو دوه سجدې به کوې۔
نمبر۱۹۔ که پهٔ یَو ځاېٔ ناست وو۔ دَ سجدې ایت ېٔ ووې۔ چې قران شریف ېٔ ختم کړو نو هم پهٔ هغه ځاېٔ ناست وو پهٔ څهٔ کار کښې مشغول شو۔ لکه خوراک څښاک یا خط و کتابت یا ګنډل کول یا بل څه کار ېٔ وُکړو نو دې نه پس ېٔ بیا هم هغه دَ سجدې ایت وُلوستو نو دوه سجدې به کوې چې دَ تلاوت پهٔ ځاېٔ بل څه کار شروع کړې نو که پهٔ هغه ځاېٔ ناست وې هم داسې ده لکه چې ځاېٔ ېٔ بدل کړې وې۔
نمبر۲۰۔ دَ یوې کوټې یا دالان پهٔ ګُټ کښې ېٔ دَ سجدې ایت ووې بیا پهٔ بل ګُټ کښې ېٔ بیا هم هغه ایت ووې۔ یوه سجده کافې ده۔ هر څو ځله چې ېٔ وُوې۔ البته که بل څه کار ېٔ شروع کړو۔ بیا ېٔ هغه ایت وُوې نو بله سجده به کوې۔ اؤ که دریئم ځل پهٔ بل څه کار کښې وُلګیدو او بیا ېٔ هم هغه ایت ولوست نو دریئم ځل به سجده کوې۔
نمبر۲۱۔ که لوېٔ کور وې او یَو ګُټ کښې ېٔ دَ سجدې ایت ولوست بیا ېٔ پهٔ دویئم ګُټ کښې وُلوست نو دوه به کوې۔
نمبر۲۲۔ دَ جماعت حکم دَکوټې دې۔ دَ سجدې هر ایت هر څو ځله چې وائی یوه سجده به کوې۔ پهٔ یو ځاېٔ ناست وې او که ګرزې راګرزې۔
نمبر۲۳۔ پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ سجدې یَو ایت هر څو ځله چې ولوست یوه سجده به کوې که دَ ټولو نه اخر کښې سجده کوې اؤ که وړومبې ځل وینا سره ېٔ کوې۔ هم پهٔ هغه رکعت کښې ېٔ بیا بیا لولې۔ که پهٔ دویئم رکعت کښې، یوه سجده کافې ده۔
نمبر۲۴۔ پهٔ یو ځاېٔ کښې ېٔ دَ سجدې ایت ولوست یا ېٔ سجده نه وَه کړې، چې هم پهٔ هغه ځاېٔ مانځه ته وُدریدو او هم هغه ایت ېٔ پهٔ مانځه کښې ووې اؤ پهٔ مانځه کښې ېٔ دَ تلاوت سجده وُکړه دغه سجده دواړو ته کافې ده۔ البته که ځاېٔ ېٔ بدل کړې وې نو دویئمه سجده به هم کوې۔
نمبر۲۵۔ که دَ سجدې ایت ېٔ وُلوست او سجده ېٔ وُکړه بیا ېٔ پهٔ هغه ځاېٔ دَ مانځه نیت وُتړلو او هم هغه ایت ېٔ وُوې ددې دَ پاره به پهٔ ما نځه کښې خپله سجده کوې۔ هغه سجده کافې نه ده۔
نمبر۲۶۔ که دَ سجدې ایت لوستونکې ځاېٔ نه وې بدل کړې یَو ایت بیا بیا وائی اؤ دَ اؤریدونکې ځاېٔ بدلیږې۔ یؤ ځل یَو ځاېٔ کښې واؤریدو بیا بل ځاې کښې نو لوستونکې به یوه سجده کوې او اؤریدونکې چې څومره ځایه کښې اؤریدلې وې هغومره سجدې به کوې۔
نمبر۲۷۔ که اؤریدونکې هم پهٔ یو ځاېٔ ناست و او تلاوت کؤونکې ځاېٔ بدلوې نو اؤریدونکې به یوه سجده کوې او لوستونکې چې څومره ځایونه بدل کړې وې هغه هومره به کوې۔
نمبر۲۸۔ ټول سورة لوستل او دَ سجدې ایت پریښول داسې دې لکه دَ سجدې نه اِنکار کول۔
نمبر۲۹۔ که پهٔ سُورة کښې صرف دَ سجدې ایت وائی اؤ سورة نه وائی نو څه باک ېٔ نشته ۔ که پهٔ مانځه کښې داسې کوې نو شرط دادې چې دا ایت د، وړو دریؤ ایتونو هومره لوېٔ وې۔ خو ښه داده چې دَ سجدې دَ ایت سره پهٔ مانځه کښې دوه درې ایتونه نور هم ملګرې کړې۔
دَ بیمار دَ مانځهٔ طریقه
نمبر۱۔ مونځ پهٔ هیڅ حالت کښې پریښول ښه نه دې تر څو پورې چې ېٔ پهٔ ولاړې دَ کولو طاقت وې پهٔ ولاړې دِ ېٔ کوې۔که وُدریدې نه شې نو پهٔ ناستې دِ ېٔ کوې۔ پهٔ ناستې ناستې دِ رکوع کوې اؤ بیا دِ سجدې ته ځې۔ رکوع ته دِ سر دومره ټیټَوې چې دَ زنګونونو سره برابر شې۔
نمبر۲۔ که رکوع او سجده پهٔ ناستې هم نه شې کولې نو دواړو دَ پاره دِ پهٔ سر اِشاره کوې دَ سجدې دَ پاره دِ سر دَ رکوع نه زیات ښکته کوې۔
نمبر۳۔ دَ سجدې کولو دَ پاره اوچته تکیه یا بل څه کیښول اؤ ورباندې سجده کول ښه نه دې۔ که پوره سجده نشې کولې نو اِشاره دِ کوې۔ دَ تکیه ضرورت نشته۔
نمبر۴۔ که دَ اوریدو طاقت ېٔ وې خو پهٔ اوریدو کښې ورته تکیف وې یا ېٔ دَ مرض زیاتیدو خطره وې نو پهٔ ناستې ورته مونځ کول جائز دې۔
نمبر۵۔ که دَ اوریدو طاقت ېٔ وې۔ خو رکوع ته ټیټیدې نشې او سجده نشې کولې نو که پهٔ ولاړې رکوع اؤ سجدې ته اِشاره کوې اؤ که پهٔ ناستې کوې اختیار دې ورته ۔ خو پهٔ ناستې ښه ده۔
نمبر۶۔ که دَ ناستې طاقت ېٔ هم نه وې نو شاته دِ ورته اُوچت بالښت تکیه کړې۔ داسې دِ پریوځې چې سر ېٔ ښهٔ اُوچت وې۔ بلکه قریب قریب ناست وې ۔ پښې دِ قبلې طرف ته وُغزَوې۔ او که طاقت ېٔ وې نو راغونډې دِ ېٔ کړې۔ زنګونونه دِ وُدرَوې چې قبلې ته دَ پښو کولو نه بچ شې۔ بیا دِ دَ سر پهٔ اِشاره مونځ وُکړې۔ او که پهٔ بالښت تکیه هم نشې لګَولې نو نیغ دِ څملې پښې دِ قبلې طرف ته کړې او دَ سر لاندې دِ بالښت کیږدې۔ چې مخ ېٔ قبلې ته وې اسمان طرف ته نه وې۔ بیا دِ پهٔ اِشاره مونځ وُکړې۔ دَ سجدې دَ اِشارې دَ پاره دَ رکوع نه سر زیات ټیټَول پکار دې۔
نمبر۷۔ که نیغ نه څملې بلکه پهٔ ښې اَړخ یا ګس اَړخ باندې څملې چې مخ ېٔ قبلې ته شې نو هم جائز دې خو نیغ ملاستې ښه دې۔
نمبر۸۔ که دَ سر پهٔ اِشاره باندِې هم نشې کولې نو مونځ دِ نه کوې۔ بیا که دَ یو شپې ورځې نه زیات ېٔ دا حالت وو نو مونځ ورته معاف دې۔ د جوړیدو نه پس ورباندې قضا نشته۔ او که دَ شپې ورځې نه کم ورباندې داسې حالت بیا وو، بیا دومره ښه شو چې پهٔ اِشاره مونځ کولې شې نو دا تیر مونځونه دِ هم پهٔ اِشاره قضا وُجارباسې، دَ جوړیدو انتظار دِ نه کوې۔ هسې نه چې مړ شې، او ګُنهګار پاتې شې۔
نمبر۹۔ همدغَسې که روغ سړې بیهوشه شې۔ که بیهوشې ېٔ دَ یَو شپې ورځې نه کمه وه نو قضا ورباندې نشته۔
نمبر۱۰۔که دَ مانځه شروع کولو وخت کښې جوړ وو مانځه کښې ورباندِ داسې چل وُشو چې وُدریدې نشې نو باقې مونځ دِ پهٔ ناستې وُکړې که رکوع سجده نشې کولې پهٔ اِشاره دِ وُکړې که کښیناستې هُم نه شې نو پهٔ پروتې دِ پهٔ اِ شاره پوره کړې۔
نمبر۱۱۔ که مونځ ېٔ پهٔ ناستې شروع کړې وو۔ رکوع سجده ېٔ کوله پهٔ مینځ کښې دَ وُدریدو قابل شو نو باقې مونځ دِ پهٔ ولاړې وُکړې۔
نمبر۱۲۔ که دَ بیماریٔ پهٔ وجه ېٔ پهٔ اِشاره مونځ شروع کړې وو پهٔ مینځ کښې ېٔ رکوع سجدې طاقت وُشو۔ دا مونځ ېٔ لاړو دادِ نه پوره کوې، دَ سَره دِ ېٔ بیا شروع کړې۔
نمبر۱۳۔ دَ فالج یا بل څه ناجوړتیا پهٔ وجه که خپله پهٔ اوبو استنجا نشې کولې، نو پهٔ لُوټه یا کپړه دِ ځان ښه پاکوې۔ او همدَغَسې دِ مونځ کوې۔ تیمم که خپله نشې وَهَلې نو پهٔ بل چا دِ ېٔ وَهې که پهٔ لُوټه یا کپړه هم خپله ځان نشې پاکَولې نو پهٔ بل چا دِ ځان نه پاکَوې، همدغَسې دِ مونځ کوې۔ بل چا ته خپل بدن ښکاره کول ښه کار نه دې۔ نه مور پلار ته ، نه ځوېٔ لور ته، البته ښځه خاوند ته ، یا خاوند ښځې ته ځان ښکاره کولې شې۔
نمبر۱۴۔کهٔ روغوالی پهٔ ورځو کښې دَ چا نه څو مونځونه قضا شوې وو نو دَ ناجوړتیا پهٔ وخت کښې چې ېٔ کومه طریقه کولے شې هغَسې دِ ېٔ وُکړې دا انتظار دِ نه کوې، چې جوړ شم نو اوبه ېٔ کړم۔ یا چې مې دَ ناستې یا رکوع سجدې کولو طاقت وُشې نو وُبه ېٔ کړم۔ دا شیطانې خیالات دې۔دَ دینداریٔ خبره داده چې زر ېٔ وُکړې۔
نمبر۱۵۔ که دَ بیمار بِستره پلیته وه ۔ خو پهٔ بدلَولو کښې ورته تکیف وو نو هم پهٔ هغې کښې دِمونځ وُکړې۔
نمبر۱۶۔ که دَ چا دَ سترګو اپریشن کړې وو چې خوزیدل ورته ښه نه وو۔ پهٔ پروتې دِ مونځ کولې شې۔
نمبر۱۷۔ که چا معذور پهٔ اِ شاره مونځ شروع کړې وې۔ پهٔ اِشاره ېٔ رکوع سجده کړې وې او بیا ېٔ دَ رکوع سجدې کولو طاقت وُشو، نو دا مونځ ېٔ مات شو، دَ نوې سره به مونځ شروع کوې۔ او که پهٔ اِشاره کولو دَ پاره ېٔ نیت تړلې وو خو لا ېٔ پهٔ اَ شاره رکوع یا سجده نه وه کړې، چې ښه شو، نو پهٔ دغه نیت ورته نور مونځ کول جائز دې۔ نیت ېٔ صحیح دې۔
نمبر۱۸۔ که پهٔ مانځه کښې دَ اُوږد قرأت پهٔ وجه څوک ستړې شو۔ وُدریدل ورته ګران شو نو پهٔ دیواؔل،وُنؔه، یا همؔسا باندِ تکیه لګَول ورته مکروه نه دې۔ پهٔ تراویحو کښې اکثر بوډاګانو ته دا تکیف پیښیږې۔
دَ سفر مونځ
نمبر۱۔ که څوک یَو پړاؤ یا دوه پړاوه سفر وُکړې پهٔ دې سفر دَ شریعت څه حکم نه بدلیږې او پهٔ شریعت کښې ورته مسافر نه شې وئیلې هغه به ټول کارونه هم هغسې کوې څنګه چې خپل کور کښې کوې۔ څلور رکعته مونځ به هم څلور رکعته کوې او پهٔ موزو به یوه شپه ورځ مسح کوې۔ ددې نه زیات نشې کولې۔
نمبر۲۔ څوک چې دَ دریؤ پړاؤو سفر پهٔ اِراده دَ کوره وُوځې۔ هغه دَ شریعت پهٔ قانون کښې مسافر دې۔چې دَ خپل کلې دَ ابادیٔ نه بهر شې نو مسافر شو، څو پورې چې دَ ابادیٔ دَننه روان وې تر هغې مسافر نه دې۔ سټیشن که پهٔ ابادیٔ کښې دَننه وې نو دَ ابادیٔ پهٔ حکم کښې دې او که دَ ابادېٔ نه بهر وو، نو هلته به مسافر وې۔
نمبر۳۔ درې پړاوه ځاېٔ هغه دې، چې اکثر پیاده تلونکې هغه ځاېٔ ته پهٔ درې ورځې کښې رسې، زمونږ پهٔ ملک کښې چې دَ غرهٔ سفر نه وې اتهٔ څلویښت میله اندازه لګوُلې شوې ده۔
نمبر۴۔ که یَو ځاېٔ دومره لرې وې چې دَ بنیادم یا اوښ پهٔ چال درې پړاوه وِې لیکن تیز رفتار اس، ټانګه، موټر، لارې یا ګاډې کښې ورته پهٔ لږ وخت کښې رسیدې شې خو هم دَ شریعت پهٔ حکم مُسافر دې۔
نمبر۵۔ څوک چې مسافر وې هغه به دَ ماسپښین ، مازیګرؔ او ماؔسخوتن فرض مونځونه دوه دوه رکعته کوې، که جلتې ېٔ وې، نو دَ سحر دَ سنتو نه علاوه نور سنت پریښوې شې۔ او څه ګناه ېٔ نشته ، او که جلتې ېٔ نه وې، نه ېٔ دَ خپلو ملګرو نه دَ پاتې کیدو خطره وې نو سُنت دِ نه پریږدې۔ سنت به پهٔ سفر کښې پوره پوره کوې پهٔ دې کښې کمې نشته۔
نمبر۶۔ دَ سحؔر، ماښام، او وِترو پهٔ مانځه کښې هیڅ کمې نشته چې څنګه ېٔ همیشه کولو هم هغَسې به ېٔ کوې۔
نمبر۷۔ دَ ماسپښین ، مازیګر، او ماسخوتن فرض مونځونه پهٔ سفر کښې دوه رکعتونو نه زیات کول ګُناه ده۔ لکه چې دَ ماسپښین شپږ رکعته فرض کول ګُناه ده۔
نمبر۸۔ که پهٔ هیره ېٔ څلور رکعته وکړل او پهٔ دویئم رکعت ناست وو۔ التّحیات ېٔ وئیلې وه نو دوه رکعته ېٔ فرض شول اؤ دوه نفل ۔ او سجده سهو به کوې او که پهٔ دویئم رکعت نه وو ناست نو څلور واړه رکعته ېٔ نفل شول۔ فرض به بیا کوې۔
نمبر۹۔ که پهٔ لاره کښې چرته ایسار شو نو که دَ پنځلسو ورځو نه کمه اراده ېٔ کړې وې ۔ هم هغَسې مسافر دې۔ څلور رکعتیز مونځ به دوه رکعته کوې۔ او که پنځلس ورځې یا ددې نه زیات حصار وو نو اوس مسافر نه دې۔ پوره مونځ به کوې۔ اوس که ېٔ بیا اِراده بدله شوه او دَ پنځلس ورځو نه مخکښې ېٔ دَ روانیدو اراده وُکړه۔ بیا هم مسافر پاتې نه شو۔ مونځونه به پوره کوې چې کله ددې ځاېٔ نه روان شو که هغه ځاېٔ نه درې پړاوه لرې وې نو بیا به مُسافر شې۔ او که ددې نه کم وو نو مُسافر نه دې۔
نمبر۱۰۔ که درې پړاؤه مزل پهٔ اِراده دَ کوره روان شو خو داېٔ هم نیت دې چې پهٔ فلانی کلې کښې به پنځلس ورځې حصاریږم نو دې مسافر نه دې پهٔ ټوله لار به پوره مونځ کوې۔ اوس که هعه کلې ته دَ رسیدو نه پس ېٔ اراده بدله شوه۔ دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اراده ېٔ نه وه۔ هم به مُسافر نه وې پوره مونځ به کوې۔
نمبر۱۱۔ دَ یَو ځاېٔ نه دَ دریؤ پړاؤ مزل اِراده وه خو پهٔ لاره کښې ېٔ خپل کلې راځې، هم به مسافرل نه وې۔
نمبر۱۲۔ یَوه ښځه دَ څلور پړاوهٔ مزل پهٔ اِراده روانه شوه، خو ړومبې او دویئم پړاؤ ېٔ دَ جامو(حیض) پهٔ حالت کښې وو، هغه مسافره نه ده، دَ غُسل نه پس به پوره څلور رکعته کوې۔ البته که دَ جامو(حیض) نه دَ پاکیدو نه پس هم درې پړاوهٔ مزل پاتې وو، یا دَ روانیدو پهٔ وخت کښې پاکه وه۔ پهٔ لاره ېٔ جامې(حیض) راغلې نو دا مسافره ده دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۱۳۔ دَ مانځه کولو پهٔ مینځ کښې ېٔ دَ پنځلسو ورځو حصارتیا نیت وکړو، نو مسافر پاتې نه شو دغه مونځ به هم پوره کوې۔
نمبر۱۴۔ یو مُسافر پهٔ لار کښې دَ دوه څلورو ورځو دَپاره حصار شوې وو خو څه داسې کار پیښ شو چې پاتې پاتې کیدو۔ هره ورځ ېٔ دَ تلو نیت کولو خو تلې نه شو دغه شان پنځلس شل ورځې یا دَدې نه زیاتې شوې خو دَ پنځلسو ورځو حصاریدو اراده ېٔ نه وه کړې نو دې مسافر دې هر څومره ورځې چې ېٔ تیرې کړې دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۱۵۔ که دَ دریؤ پړاؤ مزل پهٔ اِراده روان وو خو چې تر څه ځایه لاړو نو اِراده ېٔ بدله کړه۔ کورته راواپس شو چې کله نه ېٔ دواپس کیدو اِراده کړې ده دَ هغې وخت نه مسافر نه دې۔
نمبر۱۶۔ که ښځه دَ خاوند سره پهٔ سفر روانه وه چې چرته هغه حصاریږې هلته به داهم حصاریږې دَ هغه نه بغیر نشې حصاریدې۔ پهٔ داسې وَخت کښې اعتبار دَ سړې دَ نیت دې۔ که دَ سړې اِراده دَ پنځلسو ورځو دَ حصارتیا سه نو ښځه هم مسافره پاتې نشوه۔ دَ حصارتیا نیت ېٔ وې او که نه او که دَ سړې اراده دَ لږو ورځو دَ حصارتیا وه نو ښځه هم مسافره ده۔
نمبر۱۷۔ که درې پړاوه سفر نه پس یٔو کلې ته وُرسیدو که دا ېٔ خپل کلې وې نو مسافر پاتې نه شو، دَ حصارتیا اِراده ېٔ لږه وه که ډیره او که خپل کور ې نه وونو که دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اِراده ېٔ کړې وَه نو مُسافر پاتې نشو۔ مونځونه به پوره کوې۔ او که نه ېٔ کلې وو او نه ېٔ دَ پنځلسو ورځو دَ حصارتیا اِراده کړې وه نو مسافر دې دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۱۸۔ یو سړې پهٔ سفر روان وو او پهٔ لاره کښې ېٔ څو ځایه دَ څو څو ورځو حصارتیا اِراده وه، خو پوره پنځلس ورځې چرته نه حصاریدو۔ دې به مسافر وې۔
نمبر۱۹۔ چاچې خپل کلې همیشه دَ پاره پریښو، بل ځاېٔ کښې ېٔ کور جوړ کړو اؤ هم هلته وسیدو۔ اوس هغه کلې ددهٔ کلې پاتې نشو، که دَ سفر پهٔ وخت ېٔ لاره کښې دغه زوړ کلې راغلو او دَ پنځلسو ورځو نه کم ورکښې حصاریدو نو مسافر به وې او دَ سفر مونځ به کوې، څو پورې چې دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اِراده ېٔ نه وې کړې۔
نمبر۲۰۔ که دَ چانه پهٔ سفر کښې مونځونه قضا شول چې کورته وُرسې نو هم به د ماسپښین،مازیګر،او ماسخوتن دَ مونځونو قضا دوه دوه رکعته جارباسې۔ او که سفر نه مخکښې ترې نه څلور رکعتیز مونځ قضا شوے وو۔ اؤ پهٔ سفر کښې ېٔ قضا جار باسې نو څلور رکعته به کوې۔
نمبر۲۱۔ ښځه چې همیشه دَسخر پهٔ کور ووسې نو دغه ېٔ اصلې کور شو که د پلار کور ېٔ دَ دریو ورځو پهٔ مزل وې او هلته ېٔ دَ پنځلسو ورځو نه کم پاتې کیدو اِراده کړې وې نو دَ سفر مونځ به کوې۔ اؤ که دَ سخر کره ېٔ دَ همیشه دَ پاره وسیدو نیت نه وې کړې نو دَ پلار کور ېٔ اوس هم اصلې وطن دې۔ که دَ لږو ورځو دَ پاره لاړه شې هم به مسافره نه وې۔
نمبر۲۲۔ پهٔ دریاب کښې کشتیٔ روانه وې اؤ مانځه وخت شو پهٔ روانه کشتېٔ کښې به مانځه ته وُدریږې خو که پهٔ ولاړې پرِ سر ګرزې نو پهٔ ناستې کولې شې۔
نمبر۲۳۔ پهٔ ګاډې کښې دَ مانځه هم دا حکم دې۔ که پهٔ ولاړې پرِ سر ګرزې نو پهٔ ناستې دِ کوې۔
نمبر۲۴۔ که پهٔ مانځه کښې ګاډې تاؤ شو او قبله بدله شوه ۔ نو پهٔ مانځه کښې به قبلې طرف ته مخ ګرزوې۔
نمبر۲۵۔ ښځه که درې پړاوه مزل باندې ځې نو بغیر دَ خاوند یا رشته دار نه چې پرده ېٔ ترِ نه وې (محرم) ورته دَ سفر اجازت نشته ۔ بې محرمه سفر کول ګُناه ده په یو پړاؤ یا دوه پړاوه ځې هُم ښه نه ده۔ پهٔ حدیث شریف کښې ډیره منع راغلې ده۔
نمبر۲۶۔ کوم رشته دار(محرم) چې دَ خداۓ رسولﷺ نه نهٔ ویریږې اؤ دَ شریعت پابندې نه کوې ، هغهٔ سره هم سفر کول ښهٔ نه دِې۔
نمبر۲۷۔ که ښځه پهٔ تانګه یا موټر کښې روانه وې اؤ دَ مانځه وخت شو۔ دَ سورلیٔ نه دې کوزه شې او یَو طرف ته دِ مونځ وکړې۔ که بُرقعه ورسره نه وې نو پهٔ څادر کښې دِ ځان راؤنغاړې او مونځ دِ وُکړې۔ داسې پړده کول چې مونځ ورپسې قضا شې حرام ده۔ پهٔ هره خبره کښې دَ شریعت حکم وړومبې دې۔ پرده هم تر هغې حده پکار ده تر کومې چې شریعت اجازه ورکوې۔ دَ شریعت نه وتل او خداۓ رسول ته ځان ملامته کول بیوقوفې ده۔ البته بې ضرورته پړده کښې سستې کول بې غیرتې او ګناه ده۔
نمبر۲۸۔ که څوک داسې ناجوړه وې چې پهٔ ناستې ورته مونځ جائز وې، هغه پهٔ ډولیٔ یا کجاوه کښې هم مونځ کولې شې۔ خو ډولیٔ چې دَ سړو پهٔ اُوږو وې نو مونځ ورکښې جائز نه دې۔ پهٔ زمکه دې ېٔ کیږدې دَغَسې کجاوه هم راکوزَول ضرورې دې۔
نمبر۲۹۔ که څوک داسې ناجوړه وې چې پهٔ ناستې ورته مونځ جائز وې هم پهٔ روانه ټانګه کښې مونځ نشې کولې۔ که ټانګه ېٔ وُدرَوُلې وې هم چې اَسپه ېٔ ترِ سپړدې نه وې مونځ ورکښې جائز نه دې۔ دغویانو دَ ګاډې هم دغه حکم دې۔
نمبر۳۰۔ که دَ اوښ یا ټانګې یا بلې سورلیٔ نه کوزیدو کښې دَ ځان یا مال خطره وې۔ نو کجاوه یا ټانګه کښې هم مونځ کولې شې۔
نمبر۳۱۔ که چا پهٔ دوه ؤ کلو کښې دَ پنځلسو ورځو دَ حصارتیا نیت وُکړو او دا دواړه کلې سره دومره لرې وې چې دَ یَو کلې اَذان پهٔ بل کلې کښې نه شې اوریدې لکه څوک لس ورځې پهٔ مکه معظّمه کښې دَ حصارتیا نیت وُکړې، اؤ پنځه ورځې پهٔ مِنٰی کښې۔ دَ مکې معظّمې نه مِنٰی درې میله لرې ده۔ نو داسې سړې مسافر دې۔ دَ سفر مونځ به کوې۔
نمبر۳۲۔ او که دَغَسې پهٔ دوؤ کلو کښې دَ پنځلسو ورځو حصارتیا نیت کړې وو خو دا ېٔ خیال وو چې دَ شپې به یو کلې کښې وې او دَ ورځې پهٔ بل کلې کښې۔ نو چې کوم کلې کښې ېٔ دَ شپې نیت وې، هغه کلې نه دَ دریؤ ورځو پهٔ مزل وې نو هلته به مسافر وې۔ که نه وې هلته به مقیم وې۔
نمبر۳۳۔ او که په دَغه شکل کښې دواړه کلې سره دومره نِزدې وو چې دَ یَو کلې اذان پهٔ بل کلې کښې اؤریدې شې، نو هغه دواړه ځایُونه به یؤ ګنړلې شې اؤ که پهٔ دواړو کښې دَ پنځلسو ورځو حصارتیا اراده وه نو دې مقیم شو، اوس به پوره مونځ کوې۔
نمبر۳۴۔ دَ مقیم سړې اقتداء پهٔ مسافر پسې پهٔ هر حالت کښې دُرست ده۔ دَ وخت مونځ وې اؤ که قضا۔ دوه رکعته وې او که څلور، خو پهٔ څلور رکعته مونځ کښې چې مُسافر اِمام پهٔ دوه رکعته سلام وُګرزَوې، نو مقیم مقتدې به پاسې اؤ دوه رکعته به دَ ځان سره پوره کړې۔ خو پهٔ دې کښې به قرأت نهٔ لولې چپ به ولاړ وې ځکه چې دَدهٔ حکم دَ لاحقؔ دې۔ او پهٔ دې مقتدې به هم اوله قعده فرض وې۔ دَ اِمام دَ تابعداریٔ پهٔ وجه ۔ مسافر اِمام ته پکار دې چې اول دَ خپل مسافر والی خبر مقتدیانو ته ورکړې، اؤ دَ سلام ګرزَولو نه پس هم وُوائی چې ”تاسو خپل مونځ پوره کړیٔ زهٔ مسافر یمٔ۔“
نمبر۳۵۔ مسافر هُم پهٔ مقیم پسې پهٔ ټولو وختې مونځونو کښې اقتداء کولې شې پهٔ قضا مونځونو کښې، دَ سحؔر،او ماښؔام کولې شې او دَ ماسپؔښین ،مازیګر، ماسخؔوتن نشې کولې۔ ځکه چې دَ اِمام دَ تابعداریٔ پهٔ وجه به دې هم څلور رکعته کوې۔ خو پهٔ اِمام باندِې ېٔ ړومبیٔ قعده فرض نهٔ ده۔ اؤ پهٔ دهٔ باندِې فرض ده۔ نو فرض کوونکې اقتداء به راشې پهٔ غیر فرض کوونکې پسې، او دا درست نه ده۔
نمبر۳۶۔ که یَو مسافر دَ مانځه پهٔ حالت کښې دَ اِقامت اراده وُکړه۔ که دَ مانځه پهٔ اول کښې وې، که پهٔ مینځ کښې اؤ که پهٔ اخر کښې خو دَ سجدهٔ سهو یا سلام ګرزَوَلو نه وړومبې ېٔ کړې وې۔ نو هغه به دا مونځ پوره کوې۔ دَ سفر مونځ نشې کولې۔ البته که دَ مانځه دَ وَخت تیریدو نه پس ېٔ نیت کړې وې یا لاحق وې۔ نو دَ هغه دَ نیت څهٔ اعتبار نشته ، که څلور رکعته مونځ وې، نو هم دوه رکعته به کوې، لکه یَو مسافر دَ ماسپښین مونځ شروع کړو، یَو رکعت ېٔ کړې وو چې وَخت تیر شو، اوس ېٔ اِقامت نیت وُکړو۔ نو دا نیت ېٔ څه اثر نهٔ لرې۔ دَ سفر مونځ به کوې۔ یا لکه یَو مسافر دَ بل مسافر مقتدې شې او لاحؔق شو پهٔ خپلو لاړو رکعتُونو کښې ېٔ دَ اِقامت نیت وُکړو۔ نو ددې نیت ېٔ څه اِعتبار نشته که دا دَ څلورو رکعتونو مونځ وو هم نو دوه رکعته به ېٔ کوې۔
په جمع مونځ کول
پهٔ جمع باندِ مونځ کول واجب یا سُنتِ مؤکده وې کم نه کم دَ دوه ؤ کسو پهٔ یو ځاېٔ مونځ کولو ته جمع وئیلې شې چې یَو ورکښې اِمام شې اؤ بل ورکښې مقتدې شې۔
نمبر۱۔ دَ اِمام نه علاوه چې یَو کس بل پهٔ مانځه کښې شریک شې نو دا جمع شې خواه هغه بل کس سړې وې که ښځه، غلام وې که ازاد بالغ وې اؤ که پوهه لرونکې نا بالغ۔ البته دَ جُمعې او اخترونو پهٔ مانځه کښې دَ اِمام نه عَلاوه کم نه کم درې کسه پکار دې۔
نمبر۲۔ دَ جمعِ دَ پاره دا ضرورې نه ده چې فرض مونځ دِ وې بلکه نفل مونځ هم پهٔ جمع باندِ کیدې شې۔ اِمام اؤ مقتدې دواړه نفل کوې اؤ که اِمام فرض کوې او مقتدې نفل۔ البته همیشه دَ پاره نفل پهٔ جمع کول۔ یا پهٔ نفلو کښې د دریؤ کسو نه زیاته جمع جوړَول مکروه دې۔
دَ جمعِ دَ مانځه فَضِیلت اؤ تاکید
دَ جمعِ پهٔ فضیلت او تاکید کښې دومره ډیر احادیث راغلې دې که دا ټول پهٔ یو ځاېٔ کښې جمع شو نو یوه غټه رساله به ترینه جوړه شې۔ دَ هغې دَ کتو نه دا پهٔ یقین سره معلومیږې چې دَ مانځه دَ تکمیل دَپاره جماعت ډیر ضرورې دې۔ رسول الله ﷺ هیچرې هم جماعت نه دې قضا کړې دَ ناجوړتیا پهٔ ورځو کښې چې خپله د ګرزیدو طاقت هم نه وو، دَ دوؤ کسو پهٔ اُوږو ېٔ لاس اچولې وو۔ جماعت ته راغلې وو او پهٔ جمع ېٔ مونځ کړې وو۔ دَ جمعِ پریښونکې نه به هغوېٔ سخت خفه کیدل او داسې کسانو ته ېٔ دَ سختې سزا خواهش کړې دې، بې شکه پهٔ شریعتِ محمّدې کښې دَ جمعِ دَ مانځه ډیر اِهَم عبادت تکمیل کوې دَ هغې هم زیات تاکید پکار دې۔ مونږ دلته وړومبې یَو ایت لیکو چې ځنې علماءُ ترینه دَ جمعِ دَ مانځه حکم راویستې دې۔ او بیا به یَو څو حدیثونه اولیکو۔ الله تعالیٰ فرمائیلې دې۔”ورکعو مَعَ الرَّاکِعِین“ یعنې مونځ کوېٔ دَ مونځ کوونکو سره پهٔ یو ځاېٔ ۔ پهٔ دې ایت کښې دَ جمعِ دَ مانځه صریح حکم دې۔ خو بعضې مفسّرینو دَ رکوع معنٰې ۔۔۔۔۔۔ لیکلې ده۔ پهٔ دې وجه ترینه فرضیت نه ثابتیږې۔
حدیث نمبر۱۔ اِبنِ عمر رضې الله عنه روایت کوې چې حضور اکرم ﷺ فرمائیلې دې” دَ جمعِ پهٔ مانځه کښې دَ یَوازې مونځ کولو نه اُوویشت درجې زیات ثواب دې۔“
حدیث نمبر۲۔ اُبی اِبنِ کعب رضې الله عنه روایت کوې چې رسولِ اکرم ﷺ فرمائیلې دې ”دَ یَوازې مونځ کوونکې نه دَ دویئم کَس سره مونځ بهتر دې اؤ دَ یو کس نه دَ دوه ؤ کسانو سره نور هم بهتر دې۔ څومره چې جمع لویه وې هغه هومره دَ الله تعالیٰ ډیره خوښه وې۔“
حدیث نمبر۳۔ انس بنن مالک رضی اللهُ عنه راوې دې چې دَ بنی سلمٰې قبیلې خلقو اراده وُکړه چې خپل زاړهٔ کورونه پریږدې اؤ دَ مسجد نبوې پهٔ خوا کښې کورونه واخلې (ځکه چې هغوېٔ کورونه دَ مسجد نبوې نه لرې وو) ۔ رسولِ کریم ﷺ هغوېٔ ته وُفرمائیل” چې ولې تاسو پهٔ قدمونو کښې کوم چې پهٔ زمکه اَخلېٔ ثواب نه ګنړیٔ۔ ددې نه معلومه شوه چې څوک چې دَ څومره لرې نه جماعت ته راځې دَ هغوېٔ به ډیر ثواب کیږې۔
حدیث نمبر۴۔ رسول الله ﷺ فرمائیلې دې۔ ” څومره وخت چې دَ مانځه پهٔ انتظار کښې تیر شې هغه ټول پهٔ مانځه کښې حسابیږې۔
حدیث نمبر۵۔ نبې کریم ﷺ یوه شپه دَ ماسخوتن پهٔ جمع کښې شریکو اصحابو رضې الله عنه ته ووې چې”خلقو به مونځ کړې وې اُودهٔ شوې به وې او ستاسو دا ټول وَخت کوم چې پهٔ انتظار کښې تیر شو پهٔ مانځه کښې حساب شو۔
حدیث نمبر۶۔ مرید اسملې رضې الله عنه روایت کوې چې رسول اکرم ﷺ فرمائیلې دې۔ څوک چې پهٔ توره شپه کښې دَ جمعِ دَ پاره جماعت ته ځې هغوېٔ ته زیرې ورکړیٔ چې قیامت پهٔ ورځ به دَ هغوېٔ دَ پاره پوره رڼا وې۔
حدیث نمبر۷۔ حضرت عثمان رضې الله عنه روایت کوې چې رسول الله ﷺ فرمائیلې دې۔ څوک چې دَ ماسخوتن مونځ دَ جمعِ سره وُکړې هغهٔ ته به دَ نیمې شپې دَ عبادت ثواب ورکیدې شې۔ او څوک چې دَ ماسخوتن او سحر دواړه مونځونه دَ جمعِ سره وکړې هغهٔ ته به دَ ټولې شپې دَ عبادت ثواب ورکیدې شې۔“
حدیث نمبر۸۔ حضرت ابو هریره رضې الله عنه روایت کوې یوه ورځ رسول اکرم ﷺ وفرمائیل چې ” زما پهٔ زړهٔ کښې دا اِراده پیدا کیږې چې چاته دَ لرګو جمعَ کولو حکم وکړم بیا دَ اَذان حکم ورکړم۔ بیا یَو کَس ته دَ اِمامتیٔ اووایم۔ اؤ خپله دَ هغو خلقو پهٔ کورونو وُګرزم څوک چې دَ جمعِ مانځه ته نهٔ راځې او دَ هغویٔ کورونو ته اور ورته کړم۔“
حدیث نمبر۹۔ پهٔ یو روایت کښې راځې ”که زما سره دَ وړو بچو او ښځو خیال نه وې نو زهٔ به دَ ماسخوتن پهٔ مانځه کښې مشغول شوې وُم او خادمانو ته به مې حکم ورکړې وو چې دَ دوېٔ کورونه سره دَ دوېٔ او سره دَ مال اسباب وُسوزَوې۔“ (مسلم) دَ ماسخوتن تخصیص پهٔ دې حدیث کښې پهٔ دې ۔۔۔۔۔۔ معلومیږې چې دا وَخت دَ خوب دې ټول خلق پهٔ کورونو کښې وې۔ اِمامِ ۔۔۔۔۔۔ فرمائیلې چې دغه مضمون دَ اِبنِ مسعود رضې الله عنه، ابودروا رضې الله عنه، ابنِ عباس رضې الله عنه، او جابر رضې الله عنه، نه هم ۔۔۔۔۔ شوې دې۔ دا ټول دَ لوېٔ درجې اصحاب دې۔
حدیث نمبر۱۰۔ دَ ابودراء رضې الله عنه نه ورایت دې۔ رسولِ اکرم ﷺ فرمائیلې دې چې ”چې یو ابادې یا ځنګل کښې که درې مُسلمانان وې اؤ پهٔ جمع مونځ نه کوې بیشکه پهٔ هغویٔ به شیطان غلبه وُکړې پس اې ابودؔراء د جمع مونځ په ځاېٔ لازم کړه ګوره (شیطان) پړانګ هغه ګډه(انسان) ماتوې (خطا کوې) کوم چې دَ رَمې (جماعت نه) جدا شې۔
حدیث نمبر۱۱۔ اِبنِ عباس رضې الله عنه دَ نبې کریم ﷺ نه روایت کوې” چې کوم سړې اذان واؤریدو اؤ جماعت ته رانغلو اؤ هغه ته څه عُذر نه وو نو کوم مونځ چې هغه ځانته کوې، خدایٔ پاک ته مقبول نه دې“۔ اصحابو عرض وُکړو چې هغه عذر۔۔۔ دې۔ حضور ﷺ وفرمائیل چې خوف یا مرض په دې حدیث کښې دَ خوف یا مرض څهٔ تفصیل نشته خو په نورو احادیثو کښې تفصیل راغلې دې۔
نمبر۱۲۔ حضرت محجنؓ فرمائی چې یَو ځل زه دَ نبې کریم ﷺ سره وُم چې پهٔ دې کښې اذان وُشو، رسول الله ﷺ پهٔ مانځه شروع وُکړه او زه په خپل ځاېٔ کښیناستم چې حضور ﷺ دَ مانځه نه فارغ شو نو ماته ېٔ وُفرمائیل ”اې محجنؓ! تا۔۔۔۔۔ دَ جمعِ سره مونځ وُنکړو۔ ولې ته مسلمان نه ېٔ“ ما عرض وُکړو یا رسول الله ﷺ زه مسلمان خو یئم خو ما مونځ کور کښې کړې وو۔ حضور ﷺ وفرمائیل ” چې کله جماعت ته ۔۔۔۔۔۔۔ اؤ خلق په جمع مونځ کوې نو ته هُم دَ هغوې سره پهٔ جمع کښې شریکیږه اګر چې کور دِ مونځ کړې وې۔“ لږ غوندې پهٔ دې حدیث غور وُکړېٔ وګوریٔ۔ رسول الله ﷺ خپل محبوب صحابیؓ ته جعِ سره مونځ نه کولو باندِ څومره پهٔ سختو الفاظو تنبیه ورکړه” چې ولې ته مسلمان نه ېٔ“
دا یو څو حدیثونه دَ نمونې پهٔ طور ذکر شو۔ اوس دَ نبې کریم ﷺ دَ خوږو اصحابو یو څو اقوال لیکو چې هغوې به دَ جمعِ احترام کولو اؤ دَ جمعِ ترک به ېٔ څومره بد ګنړلو۔ او ولې به ېٔ نه ګنړلو دَ رسول الله ﷺ د اطاعت اؤ رضا به دَ هغویٔ نه زیات خیال چا ساتلو۔
اثر۱۔ اسودؓ وائی چې یوه ورځ مونږ دَ حضرت عائشېؓ پهٔ خدمت کښې حاضر وو چې دَ مانځه دَ پابندیٔ او دَ مانځه دَ فضیلت ذکر راغلو۔ حضرت عائشېؓ پهٔ تائید کښې دَ حضرت پاک ﷺ دَ مرض وفات ذکر وُکړو چې یوه ورځ دَ مانځه وخت شو۔ اَذان وُشو، نو حضرت وُفرمائیل چې اَبوبکرؓ ته وائی چې امامتې وُکړې۔ عرض وُشو چې ابوبکرؓ د نرم زړهٔ سړې دې که دِ تاسو پهٔ ځاېٔ وُدریږې نو بې طاقته به شې مونځ به پوره نه کړې شې۔ هغویٔ بیا هم هغَسې وُفرمائیل اؤ بیا دغه جواب ورکړې شو، نو حضرتﷺ وفرمائیل چې تاسو داسې خبرې کوې لکه یوسف علیه السلام سره چې دَ مِصر ښځو کولې۔ ابوبکرؓ ته وُوائی چې امامتی وکړې۔خیر حضرت ابوبکرؓ امامتیٔ کولو دَ پاره راوُوتو۔ پهٔ دې وخت کښې حضرت لږ غوندِ ارام محسوس کړو نو دَ دوؤ کسو پهٔ اُوږو ېٔ لاس واچوَل او بهر ته وُوتو هغه حالت اوس هم زما په سترګو کښې دې چې هغویٔ دَ ډیرې کمزوریٔ نه پهٔ ځان پسې پښې راکښلې۔ هلته حضرت ابوبکرؓ مونځ شروع کړې وو چې حضور ﷺ وُلیدو نو اراده ېٔ وُکړه، چې روستو شې خو هغویٔ منعَ کړو او هغه مونځ ابوبکرؓ پوره کړو۔
اثر۲۔ یوه ورځ امیر المومنین حضرت عمرؓ دَ سحر مانځه کښې سلیمان بن ابی حثمه وُنهٔ لیدو نو دَ هغه کورته لاړو اؤ دَ هغه دَ مور نه ېٔ تپوس وُکړو چې نن سحر سلیمان زما پهٔ نظر رانغلو۔ هغې ورته ووې چې هغه ټوله شپه مونځ کولو پهٔ دې وخت کښې خوب وراغلو اودهٔ پاتې شو۔ حضرت عمرؓ وفرمائیل چې ماته دَ سحر مونځ دَ جمعِ سره دَ ټولې شپې عبادت کولو نه زیات خوږ دې۔ شیخ عبدلحق محدّث دهلوې رحمته الله علیه لیکلې دې چې ددې حدیث نه صفا معلومیږې چې دَ سحر مونځ پهٔ جمع کولو کښې دَ تهجّدو دَ مانځه نه زیات ثواب دې ځکه بعضِ عُلماوُ لیکلې دې چې که پهٔ شپه رونړوُلو کښې دا خطره وې چې دَ سحر مونځ به ترِ قضا شې نو پریښول ېٔ ډیر ښه دې۔
اثر ۳۔ حضرت اِبنِ مسعودؓ فرمائیلې دې چې بیشکه مونږ ازمیښت کړې دې پهٔ خپل ځان او پهٔ ټولو اصحابو بې شکه تَرک دَ جمعِ نه کوې مګر څرګند منافق یا بیمار به هم دَ دوؤ کسو پهٔ تکیه جماعت ته راتلو۔ بیشکه رسول اللهﷺ مونږ ته دَ هدایت ټولې لارې ښیلې دې۔ یو دَ هغې نه مونځ دې پهٔ هغې جماعت کښې چې هلته اذان کیږې۔ یعنې دَ جمع مونځ هم ددوېٔ نه بل روایت دې۔ فرمائی چې دَ چا خواهش وې چې صبا
(پهٔ قیامت کښې) دَ الله تعالٰی پهٔ مخکښې مسلمانان لاړ شې نو هغه ته پکار دې چې پنځه واړه وخته پابندیٔ سره هغه ځاېٔ کښې مونځ کوې چرته چې اذان کیږې(یعنې دَ جمعِ مونځ کیږې) بیشکه الله تعالیٰ زمونږ نبېﷺ ته دَ هدایت طریقې ښیئلې دې۔ او دا مونځ هم پهٔ هغې طریقو کښې دې که تاسو هم پهٔ خپل کور کښې مونځ کویٔ څنګه چې به منافقو کولو تاسو نه دَ خپل نبې ﷺ طریقې پاتې شې اؤ که دَ خپل نبیﷺ طریقه مو پریښوه نو تاسو به ګُمراه شیٔ۔ او څوک چې اؤدس وُکړې اؤ دَ مانځه دَ پاره جماعت ته روان شې هغه ته به پهٔ هر قدم ثواب ورکیدې شې۔ اؤ یَو درجه ورکیدې شې او ګُناه ېٔ معاف کیږې مونږ لیدلې دې چې جماعت به نه پریښو مګر منافقو۔ زمونږ خو حالات دا وو چې دَ بیماریٔ پهٔ حالت کښې به دَ دوه ؤ کسو پهٔ تکیه جماعت ته راوستې شو او دَ صفونو مینځ کښې به اودرَوُلې شو۔
اثر۴۔ یو ځل یَو سړې دَ اذان نه پس دَ جماعت نه بې مونځ کولو اووتو نو ابوهریرهؓ وُفرمائیل چې دې سړې دَ رسول الله ﷺ نا فرمانې وکړه او دَ هغهٔ پاک حکم ېٔ وُنهٔ منلو۔ وُګورېٔ ابو هریرهؓ دَ جمعِ ترک کوونکې ته څهٔ اووې اوس هُم یَو مُسلمان دَ جمعِ ترک کولو جرأت کولې شې څوک مُسلمان به دا خوښه کړې چې دَ حضورﷺ نافرمانې وُکړې۔
اثر۵۔ حضرت اُمّ درداءؓ فرمائی چې یوه ورځ ابو درداءؓ کورته راغلو اؤ سخت غصه وو۔ ماترینه تپوس وُکړو چې دا پهٔ څهٔ دومره غُصه ېٔ۔ هغوېٔ وفرمائیل چې قسم پهٔ خداۓ زهٔ دَ رسول الله ﷺ پهٔ اُمت کښې اوس هیڅ خبره نه وینم سِوا ددې نه چې پهٔ جمع مونځ کوې(یعنې اوس دا هم پریښو)
اثر۶۔ دَ نبی کریمﷺ اصحابو نه دا روایت دې چې حضرت ﷺ فرمائیلی دڅوک چې اذان واؤرې اؤ دَ جمعِ سره مونځ ونهٔ کړې دَ هغه هډو مونځ نهٔ کیږې۔ اِمامِ ترمذېؒ لیکلې دې چې دا حکم تاکید دې۔ مطلب دادې چې بې عُذره دَ جمعِ ترک کول جائز نه دې۔
اثر۷۔ مجاهدؓ دَ ابنِ عباسؓ نه تپوس وکړو چې کوم سړې چې ټوله ورځ ورژه نیسی اؤ ټوله شپه مونځ کوی خو دَ جُمعې پهٔ مانځه او دَ جمعِ پهٔ مانځه کښې نه شریکیږې دَ هغهٔ متعلق دَ ستا څهٔ خیال دې؟ هغه وفرمائیل” دوزخ ته به ځې“ اِمامِ ترمذېؒ لیکې چې که دَ جُمعې او جمعِ مرتبه کمه ګنړې نو دا حکم ېٔ دې ځکه چې احکامِ شرعې سپک ګنړل اؤ دَ هغو تحقیر کول کفر دې۔ اؤ کافر به پهٔ دوزخ کښې وې او که سپک ېٔ نه ګنړې خو دَ سستېٔ نه ېٔ نه کوې نو بیا ېٔ مطلب دادې چې دَ لږو ورځو دَ پاره به دوزخ ته ځې۔ همیشه دَ پاره به ورکښې نه وې۔
اثر۸۔ دَ سلفِ صالحینو دا دستور وو چې دَ چانه به دَ جمعِ مونځ قضا شو۔ اووهٔ ورځې به هغهٔ ته دَ تعزیت دَ پاره ورتلو۔
دَ اَصحابو اَقوال هُم لږ غوندې بیان شو۔ اوس وګورېٔ چې مجتهدینو او علماؤ دَ جمعِ څومره خیال ساتلې دې۔ او دې ته ېٔ څومره اَهمیّت ورکړې دې۔
نمبر۱۔ دَ اِمام احمدؒ دَ بعضې مقّدینو دا خیال دې چې بِلاعذرَ بغیر دَ جمعِ مونځ نه صحیح کیږې۔ دَ مانځه دَ صحت دَ پاره جمعَ شرط ده۔
نمبر۲۔اِمام احمدؒ صحیح مذهب دادې چې جماعت فرضِ عین دې۔ اګر چې دَ مانځه صحت دَ پاره شرط نه دې دَ اِمام شافعېؒ دَ بعضِ مقدّینو هم دا خیال دې۔
نمبر۳۔ دَ اِمامِ شافعېؒ دَ بعضې مقّلدینو پهٔ خیال جماعت فرض کفایه دې۔ پهٔ اَحنافو کښې دَ اِمامِ طحاویؒ چې ډیر لوېٔ فقیه او محدّث دې، هُم دا مذهب دې۔
نمبر۴۔ دَ اَحنافو دَ اکثرو محقیقینو پهٔ مذهب جماعت واجب دې۔
نمبر۵۔ دَ اَحنافو دَ اَکثرو علماؤ پهٔ خیال جماعت سنّت مؤکدّه دې خو دې حکم د واجبو کښې دې۔
نمبر۶۔ زمونږ فقهاؤ لکلې دې چې که پهٔ یو کلې کښې خلقو دَ جمعِ مونځ پریښو او پهٔ وئیلو باندې ېٔ هم نه کوې۔ نو دَ هغو سره جنګ کول حلال دې(چې پهٔ زورور باندِ دَ جمعِ مونځ وُکړې)
نمبر۷۔ بې عُذره دَ جمعِ ترک کوونکې ته سزا ورکول پهٔ بادشاهِ وقت باندِ واجب دې او دَ هغهٔ ګاونډیان که ورته پهٔ دې ناکاره کار باندِ څهٔ نه وائی نو ګنهګار دې۔
نمبر۸۔ که جماعت ته تلو کښې دَ اِقامت دَ اؤریدو انتظار کوې نو ګنهګار دې۔ دَ اذان اؤریدو سره تلهٔ پکار دې۔ ځکه که دَ اِقامت نه پس ځې نو دَ یو رکعت یا ټول مونځ فوت کیدو خطره وه۔ دَ اِمام محمدؒ نه روایت دې۔ چې دَ جُمعِ مانځه ته پهٔ تیز قدم تلل جائز دې۔ که څهٔ خاص تکیف ورکښې نهٔ وې۔
نمبر۹۔ بې عُذره جمعَ ترک کوونکې ګنهګار دې او دَ هغهٔ قبلَول نه دې پکار۔
نمبر۱۰۔ که یَو سړې شپه ورځ دینې مسٔلې لولَوې اؤ دَ جمعِ مانځه ته نه حاضریږې هغه هم ګنهګار دې اؤ ګَواهې بهٔ ېٔ قبوله نه وې۔
دَ جمعِ دَ مانځهٔ حِکمت اؤ فائدې
پهٔ دې باره کښې عُلماءِ کرامو ډیر څه لکلې دې خو زما پهٔ نظر دَ شاه ولی الله صاحب محدّث دهلوې تقریر دَ ټولو نه زیات لطیف اؤ فائده مند دې دَ اِختصار پهٔ غرض دَ هغوېٔ دَ کلام خلاصه دلته پیش کوو۔ هغوېٔ فرمائی۔
نمبر۱۔ ددې نه زیات مفید هیڅ شې هم نشته چې یَو عبادت رسمِ عام شې پهٔ داسې طریقه چې دَ خلقو عادت وُګرځې اؤ څنګه چې عادت پریښول ناممکن وې دغَسې بیا ددې عبادت پریښول هُم ناممکن شې۔ او هیڅ یو عبادت دَ مانځه نهٔ ضرور نشته چې هغه ددې اِهتمام لائقِ وې۔
نمبر۲۔ پهٔ مذهب کښې هر څنګه خلق وې عالمان هم اؤ جاهلان هم۔ نو مصلحت پهٔ دې کښې دې چې ټول پهٔ جَمع پهٔ یَو ځاېٔ کښې عبادت کوې که دَ یَو نه څه غلطې کیږې نو بل ورته تعلیم ورکوې په دې طریقه دَ ټولو عبادت مکمل شې ګویا دَ الله تعالٰی دا عبادت یَو کالې دې چې دَ کره کولو دَ پاره یَو جمعِ ته پیش شې ټول کره کوونکې ېٔ پهٔ غور سره وُګورې که څه نقص ورکښې بیا مومې هغه ترې نه وُباسې اؤ که څه ښهٔ والې ورکښې اووینې دَ هغې صفت وُکړې۔ اؤ خوښ ېٔ کړې نو دا جماعت دَ مانځه دَ تکمیل یَو اَهمه ذریعه ده۔
نمبر۳۔ څوک چې مونځ نه کوې دَ هغویٔ پته هم وُلګې۔ اؤ وعظ کولو موقع ورته پهٔ لاس ورشې۔
نمبر۴۔ مسلمانانو پهٔ جَمعَ باندِې عبادت کول او دَ الله نه پهٔ جمعَ دُعا غوښتل دَ مقبولیت خاص تاثیر لرې او دَ الله تعالیٰ خاص رحمت پرِ نازلیږې۔
نمبر۵۔ دَا اُمت الله تعالیٰ دې دَ پاره راستوَلې دې چې دَ حق اواز راوچت شې او کفر مغلوب او کمزورې شې او دا هله ممکنه ده چې دَ مسلمانانو دَ عبادت داسې یوه طریقه مقرّر شې چې ټول مُسلمانان لوېٔ واړهٔ،خاص و عام، مسافر او مقیم ټول پهٔ یو ځاېٔ دَ یو خاص عبادت دَ پاره جمعَ کیږې۔ او خپل اتفاق، اخلاص او شان و شوکت مظاهره کوې۔ پهٔ دغه وجه شریعت محمدېﷺ دَ جمعِ مانځه ته ډیره توجه کړې ده۔ دَدې ترغیب ېٔ ورکړې دې اؤ دَ پریښو ېٔ سخته منعَ کړې ده۔
نمبر۶۔ پهٔ جمعَ کښې بله غټه فائده دا هم ده چې مُسلمانان دَ یَو بل دَ حال نه خبر شې۔ دَ یو بل سره پهٔ غم درد کښې شریک شې او دَ خپل دینې او ایمانې محبت دَ اظهار موقع پهٔ لاس ورشې۔ اؤ دغه محبت اؤ دَ یو بل سره پهٔ غم درد کښې شریکیدل دَ شریعت غټ مقصد دې۔ ځاېٔ پهٔ ځاېٔ قران کښې ددې تعلیم ورکړې شوې دې۔ او پهٔ احادیثو کښې دَدې فضیلت بیان کړې شوې دې۔
افسوس چې نن زمانه کښې دَ جمعِ ترک کول یَو عام عادت ګرزیدلې دې۔ عام خلق څهٔ چې ښهٔ تعلیمیافته خلق هم پهٔ دې مصیبت کښې اَخته دې۔ افسوس چې اکثر خلق احادیث لولې پهٔ معنېٰ ېٔ ښهٔ پوهیږې او سره دَدې دَ هغوېٔ پهٔ سختو زړونو دَ جماعت دَدې دومره سخت تاکید هیڅ اَثر نه کیږې۔ دَ قیامت پهٔ ورځ چې دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې دَ هر څه نه اول دَ مانځه مقدمې پیش کیږې۔ او دَ مانځه نه ادا کوونکو یا پهٔ پوره طریقهٔ نهٔ لوستونکو نه به تپوس پیش کیږې۔ نو دویٔ به څهٔ جواب ورکوی؟۔
دَ جمعِ دَ واجب کیدو شرطونه
دَ جمعِ دَ واجب کیدو دَ پاره وړومبې (۱) شرط دادې چې نارینه وې پهٔ ښځه نشته(۲) چې بالغ وې پهٔ نابالغو نشته(۳) چې اذاد وې پهٔ غلام واجب نهٔ دې۔(۴)چې دَ ټولو عذرونو نه خالې وې۔ دَ عذر پهٔ حالت کښې واجب نهٔ ده بیا هم ښه داده چې مونځ پهٔ جمع وُکړې۔ دَ ترکِ جماعت عذرونه څوارلس دې۔
۱۔ دومره جامې ورسره نه وې چې خپل ستر پرې پټ کړې
۲۔دَ جماعت پهٔ لاره کښې خټې وې چې تلهٔ ورته ګران وې۔ اِمام ابو یوسفؒ دَ اِمام اعظمؒ نه تپوس وُکړو چې پهٔ خټو کښې جماعت ته تلل څنګه دې؟ هغوېٔ وُفرمائیل چې جَمعِ پریښول پهٔ هیڅ حال کښې ښهٔ نه دې۔
۳۔ چې ډیر تیز باران وې۔ او اِمامِ محمدؒ پهٔ موطاؔ کښې لیکلې دې، چې پهٔ تیز باران کښې نه تلل جائز دې۔ خوښه داده چې لاړ شې او دَ جَمعِ سره مونځ وُکړې۔
۴۔ سخته یخنې وې چې بَهر وَتلو کښې دَ ناجوړتیا خطره وې۔
۵۔ دَ کورنه وَتلو کښې دَ مال و اسباب ۔۔۔۔ خطره وې۔
۶۔ پهٔ لاره کښې دَ چا دښمن نه ویره وې۔
۷۔ جماعت ته پهٔ تلو کښې دَ چا قرضخواه سره لیدلو او دَ هغه نه ورته دَ تکیف رسیدلو خطره وې پهٔ دې شرط چې دې پهٔ قرض ادا کولو قادر نه وې۔ اؤ که سره دَ طاقت نه ېٔ نه ورکوې۔ نو دې ظالم او ګنهګار دې اؤ دَ جماعت نه پاتې کیدو اجازت ورته نشته۔
۸۔ توره تیاره وې چې لاره نه شې لیدې اؤ دَ رڼا څه سامان ورسره نه وې که دَ رڼا انتطام کیدې شو نو جَمعَ پریښول جائز نه دې۔
۹۔ شپه وې اؤ سخته سیلیٔ چلیږې۔
۱۰۔ دَ چا مریض تیماردارې کوې که دې ترینه لاړ شې نو هغهٔ ته تکیف رسیدو خطره وې۔
۱۱۔ خوراک تیاروې او دې دومره وُږې وې چې بې خوراکه ېٔ پهٔ مانځه کښې زړهٔ نه لګې۔
۱۲۔ دَ وړو یا لویو بولو ورته سخت حاجت وې۔
۱۳۔ دَ سفر اراده ېٔ وې اؤ دا خطره وې چې قافله به ترِ روانه شې۔ ریل ګاډې هم پهٔ دې قیاس کولې شې خو دا فرق ورکښې شته چې قافله بیا ډیرو ورځو کښې تیاریږې اؤ ګاډې دَ ورځې ګنړ ځې۔ که یو ترِ لاړ شې نو بل کښې تلې شې۔ البته که داسې ضرورې کار وو چې ددغې ګاډې نه پاتې کیدو کښې تکلیف وې نو بیا دِ جَمعَ پریږدې۔
۱۴۔ څه داسې بیمارې وې چې ګرزیدلې نه شې۔ ړُوند وې یا ګُډ وې۔ یا ېٔ پهٔ پښه زخم یا دانه وې۔ یا بل څه وجې نه ورته ګرزیدل ګران وې۔ کوم ړوند چې پهٔ اسانه جماعت ته خپله تلې شې هغهٔ ته جمعَ پریښول جائز نهٔ دې۔
دَ جمعِ دَ صحیح کیدو شرطونه
شرط (۱) اسلام دَ کافرو امامتې درست نهٔ ده(۲)۔۔۔۔۔۔کیدل، د مست بیهوشه یا لیونې جَمع صحیح نهٔ ده، (۳)مقتدې ته دَ مانځه دَ نیت سره دَ اِمام دَ اقتداء نیت هم کول چې زه دا مونځ کوم په ۔۔۔ امام پسې(۴) دَ اِمام او مقتدې دواړو ځاېٔ یو کیدل حقیقتاً یو وې لکه ۔۔۔ پهٔ یو جماعت یا یَو کور کښې ولاړ وې۔ یا حکماً یو وې لکه اِمام دَ دریاب پهٔ یو غاړه ولاړ وې په دریاب پُل وې څهٔ مقتدیان په دې غاړهٔ ولاړ وې خو څهٔ پهٔ پُل هم ولاړ وې۔ برابر ېٔ صفونه جوړ کړې وې۔ نو ددې غاړې مقتدیان ۔۔۔۔ حقیقتاً په جُدا ځاېٔ کښې ولاړ دې دریاب ېٔ پهٔ مینځ کښې حائیل دې خو پهٔ دریاب پُل دې او پهٔ پُل هم مقتدیان ولاړ دې نو دا دواړه غاړه ځکه یو ځاېٔ ګنړلې شې۔(۵) دَ مقتدې اؤ اِمام دواړو مونځ یو کیدل که دَ دواړو مونځ جُدا جُدا وې لکه اِمام دَ ماسپښین مونځ کوې او مقتدې دَ مازیګر، نو اِمامتې ېٔ نه صحیح کیږې۔ البته که اِمام فرض مونځ کوې او مقتدې نفل نو نیت ېٔ درست دې ځکه چې دَ اِمام مونځ قوې دې۔ او که اِمام نفل کوې او مقتدې فرض نو درست نه دې ځکه چې دَ اِمام مونځ کمزورې دې او دَ قوې اقتدا پهٔ کمزورې پسې نه کیږې۔ که مقتدې تراویح کوې او اِمام نفل نو هم صحیح نه ده ځکه چې دَ اِمام مونځ ترِ کمزورې دې۔
(۶) دَ اِمام مونځ صحیح کیدل ۔۔ که دَ اِمام مونځ پهٔ څه وجه فاسد شونو دَ ټولو مقتدیانو به فاسد شې۔ دافساد پهٔ مانځه کښې معلوم شې که دَ مانځه نه پس، لکه دَ اِمام پهٔ جامو څهٔ پلیتې لګیدلې وې او دَ مانځه ختمیدو نه پس ېٔ ولیده نو اِمام او مقتدیان به ټول هغه مونځ دوباره کوې۔
(۷) چې مقتدې دَ اِمام نه وړاندې نه وې ولاړ وروستو ولاړ وې ، لکه برابر، مقتدې ته به وړاندې هغه وئیلې شې چې دَ مقتدې پونده دَ اِمام دَ پوندې نه وړاندې شې۔ اوکه دَ مقتدې پونده وروستو وه خو پښه ېٔ وږده وه ګوتې ېٔ دَ اِمام نه وړاندې شوې نو هغه پهٔ وړاندې نه ده حساب۔
(۸) چې مقتدې ته دَ اِمام دَ انتقالاتو (رکوع او سجدې ته تللو) عِلم وې خپله ېٔ وینې۔ که دَ مکبّر اواز اؤرې نورو مقتدیانو ته ګورې۔ که مقتدې ته دَ اِمام دَ انتقالاتو پته نه لګې۔مینځ کښې ېٔ پرده حائله وې خو مقتدې ته دَ انتقالاتو پته لګې نو خیر دې۔
(۹) دَ مقتدې پهٔ ټولو ارکانو کښې سِوا دَ قرأت نه دَ اِمام سره شریکیدل دَ هغهٔ سره سره ېٔ وُکړې که دَ هعهٔ نه وروستو، یا ېٔ دَ هغه نه مخکښې وُکړې خو پهٔ اخر کښې ورسره اِمام شریک شې۔ دَ اول مثال لکه دَ اِمام سره سره رکوع سجده وُکړې۔ دَ دویئم لکه اِمام رکوع وُکړې وُدریږې اؤ مقتدې بیا رکوع وُکړې۔ دریئم لکه مقتدې دَ اِمام نه وړومبې رکوع ته لاړ شې خو دومره لحظه پهٔ رکوع کښې حصار شې چې اِمام هم رکوع ته ټیټ شې۔(۱۰) دَ مقتدې حالت دَ اِمام سره برابریدل یا کمیدل۔ دَ روغ سړې اقتداء پهٔ معذور پسې صحیح نه ده۔ (۱۱) چې دَ اِمام منفرد والې ضرورې نه وې۔ یعنې داسې سړې پسې اقتداء جائز نه ده، دَ چا چې یوازې پاتې کیدل ضرورې وې لکه ”مسبوق“ چې اِمام مونځ خلاص کړې۔ نو هغه خپل لاړ مونځ پوره کړې داسې وخت کښې که هغهٔ پسې بل څوک نیت تړې نو جائز نه دې۔
(۱۲) چې اِمام دَ چا مقتدې نه وې یعنې داسې سړې اِمام کول نه دې پکار چې هغه خپله دَ بل چا مقتدې وې۔ حقیقتاً لکه یو سړې پهٔ بل چا پسې نیت تړلې وې او ته پهٔ هغه پسې نیت وُتړې یا حکماً لکه لا حق چې خپل هغه رکعتونه پوره کوې کوم چې ېٔ دَ اِمام سره نه وې کړې۔ دې وخت کښې اګر چې دې ځانته مونځ کوې خو په حکم دَ اقتداء کښې دې۔
دا دولس (۱۲) شرطونه دَ اِمامتېٔ دَ صحیح کیدو دَ پاره ضرورې دې ۔ لکه پهٔ دې کښې یو هم پوره نهٔ وو نو اِمامتې نه صحیح کیږې۔
نمبر۱۔ که مقتدې دَ جماعت په چَت ولاړ وې اؤ اِمام دننه وې نو اقتداء درست ده ځکه چې دَ جماعت دَ چَت هم دَ جماعت پهٔ حکم کښې دې۔ دَغسې که دَ چا دَ کوټې چَت دَ جماعت سره پیوست وې چې پهٔ مینځ کښې ۔۔۔۔ جدائې نه وې، هغه هم دَ جماعت پهٔ حکم کښې دې پهٔ هغې وُدریدل او پهٔ جماعت کښې ولاړ اِمام پسې نیت تړل درست وې۔
نمبر۲۔ که جماعت یا کور ډیر لوېٔ وو او اِمام او مقتدې پهٔ مینځ کښې دومره فاصله وه چې دوه صفونه وکښې راتلې شو۔ نو دا دواړه جُدا جُدا ځایونه دې او دې اِمام پسې ېٔ نیت نه صحیح کیږې۔
نمبر۳۔ دَغسې که دَ اِمام او مقتدې تر مینځ کوهئ، نهر وو چې کشتېٔ پکښې چلیږې یا لوېٔ حوض وو یا عامه لویه لاره وه چې ریړه ورکښې تلې شې او تر دا مینځه صفونه نهٔ وو ولاړ نو دا دواړه ځایونه به جدا جدا ګنړلې شې، البته که نرېٔ لار نو خیر دې۔
نمبر۴۔ دَغسې که دَ دوؤ صفونو پهٔ مٰینځ کښې لوېٔ نهر وې یا لویه لاره دَ دې غاړې دَ صفونو اقتدا نه صحیح کیږې۔
نمبر۵۔ دَ پیاده نیت پهٔ سور پسې او دَ یَو سور نیت پهٔ بل سور پسې ۔۔۔۔ نه دې، البته که پهٔ یوه سورلېٔ دواړه سوارهٔ وې نو خیر دې ۔
نمبر۶۔ مقتدې که تراویح کوې او اِمام نفل مونځ نو اقتداء ېٔ درست نه ده ځکه چې دَ اِمام مونځ کمزورې دې۔
نمبر۷۔ که دَ اِمام مونځ۔۔۔ وجې نه فاسد شوې وې۔ او مقتدیانو ته معلومه نه وې نو پهٔ اِمام ۔۔۔ ده چې مقتدیانو ته اِطلاع ورکړې چې هغوېٔ هم خپل مونځونه دوباره پخپله ېٔ خَبرولې شې که دَ سړې پهٔ واسطه وې یا دَ خط پهٔ ذریعه ۔
نمبر۸۔ که دَ اِمام دَ مسافر والې یا مقیم کیدو عِلم نه وې، خو دَ علامونه داسې معلومیږې چې مقیم به وې پهٔ دې شرط چې دَ کلې یا ښهر دننه مونځ کوې او هغه اِمام پهٔ څلور رکعته مونځ کښې لکه دَ مسافر پهٔ دوه رکعته سلام وُګرزَولو اوڅه غږ ېٔ ونکړو مقتدې ته دا شک شو چې اِمام پهٔ غلطېٔ دوه رکعته باندې سلام وُګرزولو، نو دې بیا دې تپوس وُکړې چې اِمام مقیم وو که مسافر، که مسافر وو، خو دَدهٔ مونځ صحیح شو او که مقیم وو خو خطا شوې وو نو ټول به دا مونځ دوباره کوې۔ او که دهٔ تپوس وُنه کړو او دَغسې شک کښې ېٔ پریښوو نو پهٔ دهٔ باندې اعاده واجب ده ۔(یعنې دا مونځ به دوباره کوې)۔
نمبر۹۔ که دَ اِمام متعلق ېٔ د مقیم خیال وې خو اِمام دا مونځ دَ ښهر نه بَهر کوې او هغهٔ پهٔ دوؤ رکعتو سلام وُګرزَولو۔ مقتدې ته دا شک شو چې دا ېٔ پهٔ غلطېٔ وګرزَولو، هغهٔ خپل څلور رکعته پوره کړل۔ نو دَ اِمام دَ حال تپوس دِ وُکړې خو که وُې نکړو نو مونځ ېٔ صحیح دې۔ځکه چې دَ ښهر نه بَهَر ظاهره داده چې اِمام به مُسافر وې او دَ هغهٔ متعلق دَ غلطېٔ خیال دَ ظاهر نه خلاف دې۔ نو دلته دَ حالت تحقیق ضرورې نه دې۔ دغه شان که اِمام څلور رکعته پوره وُکړل او دَ مقتدې دا خیال وو چې دا اِمام مُسافر دې۔ نو دلته هم دَ حالت دَ تحقیق څه ضرورت نشته ځکه چې دَ هغه دَ سفر او اِقامت حالت کښې څهٔ فرق نشته۔ غرض دا چې تحقیق صرف هغه وخت کښې ضرورې دې چې اِمام دَ څلور رکعته مونځ پهٔ ځاېٔ دوه رکعته وُکړې او دَ مقتدې دا خیال وې چې اِمام مُسافر نه دې، پهٔ غلطېٔ ېٔ داسې وُکړل۔
نمبر۱۰۔که پهٔ یو رُکن کښې مقتدې دَ اِمام سره شریک نه شو لکه اِمام رکوع وُکړه او مقتدې لا رکوع نه وې کړې یا اِمام دواړه سجدې وُکړې او مقتدې یوه سجده وُکړه یا مقتدې دَ څه رُکن ابتداء دَ اِمام نه ړومبې وکړې او تر اخره پورې ورسره اِمام شریک نه شې لکه مقتدې دَ اِمام نه ړومبې رکوع ته لاړو او چې اِمام رکوع ته تلو دَ هغې نه اول مقتدې دَ رکوع نه پورته شو په دې ټولو صورتونو کښې ېٔ اقتداء نه صحیح کیږې۔
نمبر۱۱۔ دَ اودریدو نه معذور سړې پسې دَ اودریدونکې اقتداء جائیز ده۔ ځکه چې دَ معذور سړې ناستې دَ اودریدو برابر دې۔
نمبر۱۲۔ پهٔ تیمّم باندې مونځ کوونکې پسې دَ اؤدس یا غُسل کوونکې اقتداء جائز ده۔ تیمّم ېٔ دَ اودس دَ پاره کړې وې که دَ غُسل دَ پاره ځکه چې پهٔ شریعت کښې دَ پاکېٔ دَ پاره تیمّم او اؤدس او غُسل یوه درجه لرې دَ یَو بل نه کم زیات نهٔ دې۔
نمبر۱۳۔ پهٔ مسح کوونکې پسې، پهٔ موزو مسح کوې که دَ زخم پهٔ پټېٔ، دَ پوره اودس کوونکې اقتداء جائز ده۔ ځکه چې دَ مسح کولو او وینځلو درجه یَوه ده۔
نمبر۱۴۔ دَ معذور اقتداء پهٔ بل معذور پسې جائز ده۔ خو پهٔ دې شرط چې دَ دواړو عُذر یَو شان وې۔ لکه دواړو ته دَ سلسل بول شکایت وې۔ یا دواړو دَ پوزې نه وینه بهیږې۔
نمبر۱۵۔ دَ اُمې (اَن پړه) اقتداء پهٔ اُمېٔ پسې جائز ده۔ هله که په هغه موقع په مقتدیانو کښې یو کس هم لوستونکې نه وې۔
نمبر۱۶۔ دَ ښځو او نابالغه هلکانو اقتداء پهٔ بالغ سړې پسې درست ده دَ ښځې اقتداء پهٔ بلې ښځې پسې جائز ده۔ او دَغسې دَ نابالغه ښځې یا نابالغه هلک اقتداء پهٔ نابالغه هلک پسې صحیح ده۔
نمبر۱۷۔ دَ نفل مونځ کوونکې اقتداء پهٔ واجب مونځ کؤونکې پسې جائز ده لکه یَو سړې دَ ماسپښین مونځ کړې وې او بیا څوکٔ دَ ماسپښین مونځ پهٔ جمع کوې۔ دې ورپسې دَ نفلو نیت وُتړې۔
نمبر۱۸۔ دَ نفل مونځ کؤونکې اقتداء پهٔ نفل کؤونکې پسې جائز ده۔
نمبر۱۹۔ دَ قسم دَ مانځه نیت پهٔ نفل مونځ کؤونکې پسې دُرست دې۔ ځکه چې دَ قسم مونځ هم پهٔ اصل کښې نفل دې۔ لکه یو سړې قسم خوړلې وې چې زهٔ به دوه رکعته مونځ کوم۔ بیا چا دوه رکعته نفل مونځ کولو۔ پهٔ هغه پسې ېٔ نیت وُتړلو نو قسم ېٔ پوره شو۔
نمبر۲۰۔ دَ نذر مونځ کوونکې اقتداء پهٔ نذر مونځ کوونکې پسې جائز ده که دَ دواړو نذر یو وې لکه یَو سړې نذر ومنلو او بل هم اووې چې زهٔ همدغسې نذر منم لکه دې سړې چې ومنلو او که داسې صورت نه وې لکه یَو سړې ځانته دوه رکعته مونځ نذر منلې وې او بل ځانته بیل منلې وې نو دا دواړه پهٔ یو بل پسې اقتداء نه شې کولې۔ حاصل دادې چې کله مقتدې دَ اِمام سره برابر وې یا ترِ نه کم وې نو اقتداء ېٔ صحیح ده۔ او که مقتدې ترینه زیات وې۔ یقیناً یا اِحتمالًا نو اقتداء نه صحیح کیږې۔
نمبر۲۱۔ دَ سړې اقتداء بالغ وې که نابالغه پهٔ ښځه پسې جائز نه ده۔
نمبر۲۲۔ دَ بالغ اِقتداء ښځه وې که سړې پهٔ بالغه پسې صحیح نهٔ ده۔
نمبر۲۳۔ دَ خُنثٰی اِقتداء پهٔ خُنثٰی پسې هم جائز نه ده ۔ خُنثیٰ هغه څوک دې چې پهٔ هغه کښې دَ نر او ښځې دواړه علامې وې۔ او دا صحیح پته نه لګې چې نَر دې که ښځه۔
نمبر۲۴۔ دَ خُنثیٰ اقتداء پهٔ ښځه پسې هم جائز نهٔ ده۔ځکه چې کیدې شې چې دا سړې وې۔
نمبر۲۵۔ دَ هوښیار، عاقل سړې اقتداء پهٔ بې هوشه، مست، لیونې یا بیعقله غافله پسې صحیح نهٔ ده۔
نمبر۲۶۔ دَ روغ سړې اقتداء پهٔ معذور پسې جائز نه ده۔
نمبر۲۷۔ دَ یَو قسم عذر واله سړې پهٔ بل قسم معذُور پسې هم نیت نشې تړلې۔ لکه یَو سړې ته دَ سلسل بول شکایت وې۔ اؤ بل ته دَ پوزې نه وینې بهیدو۔
نمبر۲۸۔ دَ لوستونکې سړې اقتداء په اُمیّ (اَن پړه) پسې جائز نه ده۔ لوستونکې هغه ګنړلې شې چاته چې دومره قران شریف یاد وې څومره چې دَ مانځه دَ پاره جائز دې او اُمیّ هغه دې چې دومره ورته هم یاد نهٔ وې۔
نمبر۲۹۔ دَ یو اُمیّ اقتداء پهٔ بل اُمیّ پسې هم جائز نه ده که پهٔ مقتدیانو کښې یو کس هم قارې وو ځکه چې پهٔ دې شکل کښې دَ هغه اُمیّ اِمام مونځ فاسد دې۔ هغه ته پکار وو چې قارې ېٔ مخکښې کړې وو چې دَ هغه مونځ فاسد شو نو چاچې پهٔ هغه پسې نیت تړلې دې۔ دَ هغو هم فاسد شو۔
نمبر۳۰۔ دَ اُمیّ اِقتداء پهٔ ګونګې پسې جائز نه ده ځکه چې اُمیٔ که اوس نه شې لوستلې خو پهٔ دے قادر دې چې ضرورې قران یاد کړې او ګونګې پهٔ دې قادر هم نه دې۔
نمبر۳۱۔ دَ چا پهٔ بدن چې دومره جامه وې چې فرض ېٔ پټ کړې وې۔ دَ هغه اقتداء پهٔ بربنډ پسې نه کیږې۔
نمبر۳۲۔ دَ رکوع او سجده کوونکې اقتداء په داسې سړې جائز نه ده چې هغه دَ رکوع او سجدې دواړو نه یا یوازې دَ سجدې کولو نه معذور وې۔
نمبر۳۳۔ دَ فرض مونځ کوونکې اقتداء پهٔ نفل مونځ کوونکې پسې جائز نهٔ ده۔
نمبر۳۴۔ دَ نذر مونځ کوونکې اقتداء پهٔ نفل مونځ کوونکې پسې جائز نه ده ځکه چې نذر واجب دې۔
نمبر۳۵۔ دَ نذر مونځ کوونکې اقتداء دَ قسم مونځ کوونکې پسې جائز نه ده ځکه چې دَ نذر مونځ واجب دې او دَ قسم نفلې۔ ولې چې دَ قسم نه ځان خلاصول واجب نه دې۔ کیدې شې چې هغه مونځ ونکړې او دَ قسم کفاره ورکړې۔ نو که یو سړې قسم خوړلې وو چې زهٔ به نن څلور رکعته مونځ کوم او بل سړې نذر منلې وو چې نن به څلور رکعته مونځ کوم نو دا د نذر والا پهٔ قسم والا پسې اقتداء نهٔ شې کولې۔
نمبر۲۶۔ که یَو سړې حروف پوره نه شې ادا کولې لکه دَ ثؔ پهٔ ځاېٔ سؔ یا دَ رؔ پهٔ ځاېٔ لؔ یا دَ عؔ پهٔ ځاېٔ غینؔ وائی نو پهٔ هغه پسې دَ صحیح ادا کؤونکې اقتداء دُرست نهٔ ده ۔ البته که پهٔ ټول قرأت کښې ترینه یَو ټکې نیم دَغَسې ادا کیږې او اکثر صحیح وائی نو بیا خیر دې۔
دَ جَمعِ اَحکام
نمبر۱۔ دَ جُمعې او اخترونو پهٔ مانځه کښې جَمع شرط ده۔ دا مونځونه بې دَ جَمعِ نه کیږې پنځوختې مونځونو کښې جمع واجب ده که څه عُذر نه وې۔ او پهٔ تراویحو کښې جَمع سُنّت مؤکدّه ده۔ اګر چې یَو ځل ېٔ ټول قران شریف دَ جَمعِ سره اؤریدلې وې۔ نمر تندر دَ مانځه دَ پاره او پهٔ روژه کښې دَ وِترو دَ پاره جَمع مستحب ده۔ دَ روژې نه علاوه وِتر پهٔ جَمعَ کول مکروهِ تنزیهې دې۔ که دَ همیشه دَ پاره ېٔ کوې که دَ همیشه دَ پاره ېٔ کوې او که کله کله دوه درې کسه جَمع کیږې نو مکروهِ نه دې۔ او دَ سپوږمیٔ تندر مونځ او نور نفلې مونځونه پهٔ جَمع کول مکروه تحریمې دې که دَ فرضو پهٔ شان ورته خلق راجَمع کوې او اَهمیّت ورکوې۔ البته که بې رابللو هسې څوک جَمع شې او پهٔ جَمع نفل وُکړې نو خیر دې۔ پهٔ فرضې مونځونو کښې دَ یوې جمعِ نه پس بیا بله جَمع کول هم مکروهِ تحریمې دې۔ پهٔ دې څلور شرطونو(۱) دَ محلې جماعت وې۔ دَ عامې لارې جُماعت نه وې۔ دَ محلّې جماعت هغه دې چې مقرّر امام ېٔ وې۔ او خاص مقتدیان ورته راجَمع کیږې۔ (۲) اوله جَمع دَ اذان او اقامت سره شوې وې۔ (۳) ړومبېٔ جَمع هغې کسانو کړې وې څوک چې ددې جُماعت انتظام کوې او پهٔ دې محّله کښې وسې(۴) دویئمه جَمع هُم پهٔ هغه شان سره کیږې پهٔ کوم شان چې اوله جَمع شوې وې۔ دا شرط دَ اِمامِ یوسفؒ پهٔ خیال دې۔ او دَ اِمام صاحب پهٔ خیال هیئت بدلیدو سره هم مکروه دې۔ نو که دویئمه جَمع پهٔ جماعت کښې نه وې پهٔ کور کښې څوک وُکړې بیا مکروه نه ده۔ همدغسې که دې څلورو شرطونو کښې یَو شرط نه وې بیا هم مکروه نه ده۔ که جماعت پهٔ عامو لاره کښې وې دَ محلّې جماعت نه وې یا اوله جمع دَ اذان او اقامت سره نه وې شوې یا اوله جَمع داسې کسانو کړې وې کوم چې دې محلّه کښې نه وسیږې۔ نو دَ محلّې واله خلق خپله جَمع بې کراهه کولې شې۔ یا اِمامِ یُوسفؒ پهٔ خیال که دَ دویئمې جمعِ دَ پاره امام ځاېٔ بدل کړې یا اذان او اقامت ونه کړې، نو هیئت به ېٔ بدل شې او مکروه به نهٔ وې۔
تنبیه۔ اګر چې بعض خلق دَ اِمام ابو یوسفؒ پهٔ قول عمل کوې خو اِمام صاحب پهٔ قول پهٔ دلائلو قوې دې۔ اؤ خاص پهٔ دې وخت کښې هم خلق هسې پهٔ جمع کښې سُستې کوې باوجود دَ هیئت بدلیدو هم پهٔ کراهیت فتویٰ ورکول پکار دې ځکه چې خلق پهٔ قصدًا اوله جمع پریږدې او دویئمه دریمه نه کوې۔
دَ مقتدې او اِمام متعلّق مسٔلې
نمبر۱۔ مقتدیانو ته پکار دې چې پهٔ ټولو حاضرینو کښې څوک دَ اِمامت زیات مستحق وې او ډیر صفتونه ورکښې مونتې شې هغه اِمام کړې۔ که پهٔ لیاقت کښې برابر وو نو چې څوک دَ ډیرو خلقو خوښ وې، هغه اِمام کول ضرورې دې که دَ داسې سړې مخکښې چې زیات لیاقت وې ورکښې، څوک کم لیاقته سړې مخکښې شو نو دَ ترکِ سُنّت ګُنهګار به شې۔
نمبر۲۔ دَ ټولو نه زیات لائق دَ اِمامت هغه سړې دې چاته چې دَ مانځه مسٔلې ښې معلومې وې۔ څهٔ ظاهرې دَ فسق علامې ورکښې نهٔ وې څومره قرأت چې سُنت دې هغه ورته ښهٔ یاد وې۔ او قران ښه لوستې شې، که دې کښې برابر وو نو بیا هغه سړې زیات مستحق دې څوک چې ښهٔ قران لوستې شې۔ بیا هغه څوک چې ډیر ښهٔ خوېٔ لرې۔ بیا هغه څوک چې ډیر خوبصورته وې، بیا هغه چې ډیر شریف وې۔ بیا هغه چې دَ چا اواز ښهٔ وې بیا هغه چې جامې ېٔ ښې وې۔ پهٔ کوم سړې کښې چې دوه صفتونه مونتې شې۔ هغه زیات حقدار دې۔ د یو صفت واله نه ۔ مثلاً کوم سړې چې قران هم ښه لولې او دَ مانځهٔ مسٔلې هم ورته یادې وې هغه زیات مستحق دې دَ هغه چانه چې صرف مسٔلې ورته یادې وې او قران ښهٔ نه شې لوستې۔
نمبر۳۔ که دَ چا په کور جَمع کیږې نو دَ کور خاوند دَ اِمامتیٔ زیات مستحق دې۔ بیا هغه سړې چاته چې دَ کور خاوند اووائی۔ البته که دَ کور خاوند جاهل وې او بل څوک عالِم وې نو هغه عالِم زیات مستحق دې۔
نمبر۴۔ پهٔ کور جماعَت کښې چې یو اِمام مقرّر وې دَ هغهٔ په موجودګیٔ کښې بل سړې ته دَ اِمامتیٔ حق نشته۔ البته که هغهٔ خپله څوک اِمام کړې نو خیر دې۔
نمبر۵۔ دَ اِسلام دَ بادشاه،یا دَ بادشاه له طرفه دَ مقرّر شوې قاضې پهٔ موجودګیٔ کښې بل څوک دَ اِمامتیٔ مستحق نه دې۔
نمبر۶۔ دَ قوم دَ رضا نه بغیر اِمام کیدل مکروهِ تحریمې دې۔ البته هغه سړې دَ ټولو نه زیات حقدار دَ اِمامتیٔ وې۔ یعنې دَ اِمامت پهٔ اوصافو کښې دَ هغهٔ برابر بل څوک نه وې نو بیا چې څوک دَ هغهٔ پهٔ اِمامتیٔ ناراض وې هغه پهٔ ناحقه دې۔ دَ هغهٔ اِمامتې مکروه نه ده۔
نمبر۷۔ دَ فاسق اؤ بدعتې اِمام کول مکروه دې البته که نور څوک دَ اِمامتیٔ قابل موجود نهٔ وو نو مجبورًا جائز دې۔ یا هغه دومره زورَور وو، چې لرې کولو کښې ېٔ فساد اؤ فتنه وه نو دَ مقتدیانو مونځ ورپسې بې کراهته جائز دې۔
نمبر۸۔ دَ غلام اِمام کول مکروه دې (یعنې چې دَ فقهې دَ قاعدې مطابق غلام وې۔ داسې نه چې دَ قحط یا بل څه مجبوریٔ نه چا ازاد بنده خرڅ کړې وې) هم دَغَسې بانډیسې سړې یا نابینا چې دَ پاک ناپاک احتیاط نه کوې۔ دَ داسې سړې چې دَ شپې ېٔ نظر نه لګې۔ یا چې ناجائز اولاد وې۔ ددې ټولو اِمامتې مکروه ده۔ البته که دا خلق دَ عِلم و فضل او برکت خاوندان وې او خلق ېٔ پخپله خوښه اِمام کوې نو بیا خیر دې۔ داسې کم عمره هلک چې ږیره ېٔ نه وې راغلې اِمام کول هم مکروه تنزیهې دې۔
نمبر۹۔ دَ مانځه پهٔ فرائضو او واجباتو کښې ټولو مقتدیانو باندِې دَ اِمام تابعدارې واجب ده۔ البته پهٔ سنتو او نوافلو کښې ېٔ تابعدارې واجب نه ده نو که دِمام شافعېؒ مذهبې وې۔ او رکوع ته تلو یا دَ رکوع نه پورته کیدو کښې لاس وچتَوې نو خنفې مقتدې ته لاس وچتَول ضرورې نه دې۔ ځکه چې لاسونه وچتَول دَ هغوېٔ پهٔ مذهب هم سنت دې۔ هم دَغَسې دَ سحر پهٔ مانځه کښې شافعې مذهب واله دعاېٔ قنوت لولې۔ پهٔ حنفې مقتدې باندِ دا ضرورې نه ده۔ البته پهٔ وِترو کښې دُعاېٔ قنوت لوستل واجب دې۔ نو که شافعېؒ اِمام ېٔ دَ خپل مذهب مطابق دَ رکوع نه پس لولې نو دَ حنفې مقتدې دَ پاره هُم دَ رکوع نه پس لوستل پکار دې۔
نمبر۱۰۔ پهٔ مانځه کښې دومره لوېٔ لوېٔ سورتونه لوستل چې دَ مقدارِ مسنون نه هم زیات و یا پهٔ رکوع او سجده کښې ډیر زیات حصاریدل دَ اِمام دَ پاره مکروهِ تحریمې دې۔ اِمام ته پکار دې چې دَ خپلو مقتدیانو کښې دَ چا زیات حاجت وې یا څوک زیات کمزورې وې دَ هغه دَ رعایت دَ پاره دَ مسنون قرات نه کم لوستل هم خیر دې چې دَ مقتدیانو دَ کم والې او دَ جمع دَ کمې سبب نه شې۔
نمبر۱۱۔ که مقتدې یو سړې وې یا نابالغه هلک وې نو هغه به دَ اِمام سره پهٔ خوا کښې لږ ورُستو ښې طرفته وُدریږې۔ (دَ یوازې مقتدې دَ پاره ) دَ اِمام نه روستو یا ګس طرف ته وُدریدل مکروه دې۔
نمبر۱۲۔ که مقتدیان دَ یَو نه زیات وې نو هغویٔ به دَ اِمام نه وروستو پهٔ صف کښې وُدریږې که دوه کسه وې او دَ اِمام نه ښې او ګس طرفته وُدریږې نو مکروه تنزیهې دې۔ او که دَ دوؤ نه زیات وې نو مکروه تحریمې دې۔ ځکه چې مقتدیان دَ دوؤ نه زیات وې نو اِمام ته وړاندِ ودریدل واجب دې۔
نمبر۱۳۔ که دَ مانځه شروع کولو پهٔ وَخت یَو مقتدې وو او هغه دَ اِمام نه ښې طرف ته ولاړ وو۔ دَدې نه پس نور مقتدیان راغلل نو ړومبې مقتدې ته پکار دې چې روستو شې۔ او دَ نورو مقتدیانو سره دَ اِمام شاته پهٔ صف کښې وُدریږې که هغه روستو نهٔ شې نو نورو مقتدیانو ته پکار دې چې روستو ېٔ اکاږې۔ او که دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه هغه مقتدیان هم دَ اِمام پهٔ خوا کښې وُدریږې نو اِمام ته پکار دې چې خپله وړاندې شې اوکه مقتدیانو ته دَ روستو کیدو ځاېٔ نهٔ وې نو هم اِمام ته وړاندې کیدل پکار دې۔ او که مقتدیان دَ مسٔلې نه بې خبره وې لکه نن زمانه کښې چې عام دَغَسې وې نو اِمام ته پکار دې ۔ چې خپله وړاندِې شې۔ هسې نه چې مقتدیان داسې څه کار وُکړې چې مونځ پرې خراب شې۔
نمبر۱۴۔ که مقتدې ښځه وې یا نابالغه جینیٔ وې نو که یَو وې هم دَ اِمام نه به روستو وُدریږې۔
نمبر۱۵۔ که مقتدیان ګډوډ وې۔ څهٔ سړې څهٔ ښځې او څهٔ نابالغه، نو اِمام ته پکار دې چې هغه پهٔ دې ترتیب صفونه جوړ کړې۔ اول سړې، بیا نابالغه هلکان، بیا ښځې او بیا نابالغه جینکیٔ۔
نمبر۱۶۔ اِمام ته پکار دې چې پهٔ مقتدیانو صفونه نیغ کړې چې ټول یَو برابر وُدریږې۔ یَو بل سره یَو ځاېٔ وُدریدل پکار دې چې پهٔ مینځ کښې خالې ځاېٔ نه وې۔
نمبر۱۷۔ یوازې یَو سړې ته دَ صف نه روستو ودریدل نه دې پکار۔ بلکه پهٔ داسې حال کښې پکار دې چې دَ ړومبې صف نه یَو سړې وروستو راکاږې او ځان سره ېٔ وُدروې۔ خو که پهٔ راکښلو کښې دا احتمال وې چې هغه سړې به دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه څه داسې حرکت وُکړې چې مونځ به ېٔ خراب شې نو پریښول ېٔ پکار دې۔
نمبر۱۸۔ چې پهٔ وړومبې صف کښې ځاېٔ وې نو دویئم صف کښې وُدریدل مکروه دې چې وړومبې صف پوره شې نو هله بل صف جوړَول پکار دې۔
نمبر۱۹۔ سړې ته صرف دَ ښځو اِمامتې کول مکروه دې۔ پهٔ داسې ځاېٔ کښې چې نه ورسره بل سړې وې او نه بله محرمه ښځه لکه خپله ښځه یا مور خور وغیره۔ البته که سړې یا بله محرمه ښځه ورسره وې نو بیا خیر دې۔
نمبر۲۰۔ که یَو سړې ځانته دَ سحر یا ماښام یا ماسخوتن مونځ کوې او پهٔ پټ اواز قرأت لولې پهٔ دې وخت کښې بل سړې راشې او پهٔ هغهٔ پسې نیت وُتړې نو پهٔ دې کښې دوه صورتونه دې۔ یَو دا چې دا سړې دَ اِمامتیٔ نیت وُنه کړې هم هغه شان ځانته مونځ کوې نو پهٔ اول شکل کښې پهٔ اوچت اواز قرأت واجب نه دې او دَ مقتدې مونځ هم صحیح دې۔ ځکه چې دَ مقتدې دَ مانځه دَ صحت دَ پاره دَ اِمام دَ نیت ضرورت نشته۔
نمبر۲۱۔ اِمام ته یا ځانته مونځ کوونکې دَ پاره چې پهٔ کور کښې یا پهٔ میدان کښې مونځ کوې مُستحب دې چې ښې طرفته یا ګس طرفته دَ وُروځو پهٔ برابرېٔ کښې داسې شې وُدرَوې چې یَو لاس یا دَ دینه زیات وچت وې او دَ ګوتې برابر غټ وې ۔ البته که پهٔ جماعت کښې مونځ کوې یا داسې ځاېٔ کښې چې دَ مانځه مخکښې دَ چا دَ تیریدو خطره نه وې۔ ددې ضرورت نشته۔ دې ته سُتؔره وائې۔ دَ اِمام سُتؔره دَ مقتدیانو د پاره هم کافې ده۔ دَ سُترې دَننه تیریدل بدکار دې۔
نمبر۲۲۔لا حقؔ هغه مقتدې ته وائې چے دَ مانځه شروع کولو نه پس ترینه دَ څهٔ عذر په وجه څو رکعتونه لاړ شې۔ لکه پهٔ مانځه کښې اُودهٔ شې او دې مینځ کښې ترې نه یو رکعت لاړ شې یا دَ ګنړې پهٔ وجه ترینه رکوع یا سجده لاړه شې۔ یا ېٔ اودس مات شې دَ اودس کولو دَ پاره لاړ شې، او پهٔ دې مینځ کښې ترینه څهٔ رکعتونه لاړ شې او دَ خوف پهٔ مانځه کښې دوئم ټولې لاحق دې هم دغسې یَو مُقیم چې په مسافر پسې نیت وُتړې نو هغه مقیم دَ اِمام نه پس مونځ پوره کولو کښې لاحقؔ دې) یا ترینه بې عذره څه حصه فوت شې لکه دَ یَو رکعت رکوع یا سجده دَ اِمام نه وړاندې وکړې نو ددې وجې نه دا رکعت ېٔ بیکاره شې۔ نو ددې رکعت پهٔ اعتبار به دې لاحقؔ وې۔ لاحقؔ دَ پاره دا ضرورې ده۔ چې ړومبې هغه رکعتُونه وُکړې کوم چې دَ هغهٔ نه لاړ وې۔ دَ دینه پس که دَ جمعِ څهٔ حِصه پاتې وې۔ پهٔ هغې کښې به شریک شې ۔ که نهٔ نو باقې مونځ به پوره کړې۔
نمبر۲۳۔ لاحقؔ به پهٔ خپل لاړ مونځ کښې دَ مقتدې پهٔ شان ګنړلې شې۔ لکه څنګه چې مقتدې قرأت نه لولې دَغَسې به لاحقؔ هم نه لولې غلې به ولاړ وې۔ او څنګه چې مقتدې نه که څهٔ غلطې وشې نو سجدهٔ سهوه پرِ نه واجب کیږې۔ دَغَسې پهٔ لاحقؔ هم نه واجب کیږې۔
نمبر۲۴۔ مسؔبوق یعنې چانه چې دَ سره څو رکعته لاړ وې هغه ته پکار دې چې ړومبې دِ امام سره شریک شې۔ دَ جَمعِ سره دِ مونځ پوره کړې چې اِمام مونځ ختم کړې نو بیا دِ ودریږې او خپل لاړ رکعتونه دِ پوره کړې۔
نمبر۲۵۔ مسؔبوق به خپل لاړ رکعتونه لکه دَ ځانته مونځ کوونکې پهٔ شان کوې لکه دَ ځانته مونځ کؤونکې به قرأت هم لولې او که څهٔ غلطې ترینه پهٔ دغه باقې مونځ کښې وُشې نو سجده سهوه به کوې۔
نمبر۲۶۔ مسؔبوق به خپل لاړ رکعتونه په دې طریقه کوې ۔ چې وړومبې به دَ سورة واله رکعتونه او بیا به تش رکعتونه کوې۔ او څومره رکعتونه چې ېٔ دَ اِمام سره کړې وې۔ دَ هغې پهٔ حساب به قاعده کوې۔ یعنې دَ هغه رکعتونو ۔۔۔۔۔۔ چې کوم دویئم وو پهٔ هغې به ړومبیٔ قعده کوې۔ او چې کوم څلورم وو پهٔ هغې به اخرې قاعده کوې۔ مثلاً دَ ماسپښین مانځه کښې دَ چانه درې رکعته لاړ وو چې ۔۔۔۔ سره شریک شو، هغه به دَ اِمام دَ سلام ګرزولو نه پس ودریږې او خپل لاړ درې رکعتونه به داسې کوې چې پهٔ ړومبې رکعت کښې به اَلحمدُ او سورة وُلولې رکوع سجده چې وُکړې نو اَلتَحیَاتُ ته به کښینې ۔ ځکه چې دَ اِمام دَ رکعت سره دا دویئم رکعت دې۔ بیا پهٔ دویئم رکعت کښې به الحمدُ او سورة وُلولې او دې کښې به قعده نه کوې۔ ځکه چې دا دَ امام دَ رکعت سره دریئم جوړیږې۔ بیا په دریئم رکعت کښې به تشه اَلحَمدُ ولولې او اخره قعده به وُکړې۔ ځکه چې دا ېٔ څلورم رکعت دې۔
نمبر۲۷۔ که یَو سړې لاحقؔ هم وې او مسبوق هم۔ یعنې څهٔ رکعتونه ترِ لاړ وې چې دَ اِمام سره شریک شې۔ او بیا دَ شریک نه پس ترینه هم څهٔ رکعتونه لاړ شې نو هغهٔ ته پکار دې چې وړومبې خپل هغه رکعتونه وُکړې کومو کښې چې دې لاحقؔ دې۔ یعنې دَ شرکت نه پس ترینه لاړ دې۔ دَ هغې پهٔ ادا کولو کښې به دې ځان داسې ګنړې لکه چې دَ اِمام سره مونځ کوې۔ یعنې قرأت به هم نه لولې او دَ اِمام دَ ترتیب لحاظ به ساتې۔ ددې نه پس که جماعت باقې وې نو هغې کښې به شریک شې۔ که نه وې باقې نور مونځ به پُوره کړې۔ او بیا به هغه رکعتونه وُکړې کومو کښې چې دې مسؔبوق دې۔ مثلاً دَ مازیګر مانځه کښې یو رکعت شوې وې۔ چې څوک شریک شو، دغه رکعت ېٔ پوره کړې نه وو چې اودس ېٔ مات شو او اودس کولو ته لاړو نو تر هغې مونځ ختم شوې وو چې دے وُزګاریدو نو هغه ته پکار دې چې اول دا درې رکعتونه وُکړې او بیا هغه رکعت چې د شریکیدو نه اول ترې نه لاړ دې۔ دا دریواړو رکعتونه به دَ مقتدې پهٔ شان کوې۔ یعنې قرأت به نه لولې او ددې دریو رکعتونو پهٔ اول رکعت کښې به قعده کوې ځکه چې دا دَ اِمام دویئم رکعت دې او اِمام ورکښې قعده کړې ده۔ بیا پهٔ دویئم رکعت کښې به قعده نه کوې ځکه چې دا دَ اِمام دریئم رکعت دې۔ هغهٔ پکښې قعده ده کړې ۔ بیا پهٔ دریئم رکعت کښې به قعده کوې۔ ځکه چې دا دَ اِمام څلورم رکعت دې هغهٔ ورکښې قعده کړې ده۔ بیا به هغه رکعت کوې چې پهٔ جَمع کښې دَ شریکیدو نه مخکښې ترینه شوې دې۔ پهٔ هغې کښې به هم قعده کوې۔ ځکه چې دا دَده څلورم رکعت دې۔ پهٔ دې رکعت کښې به قرأت هم لولې ځکه چې پهٔ دې رکعت کښې دې مسؔبوق دې او مسؔبوق خپل لاړ رکعتونه دَ ځانته مونځ ګذار غوندِې کوې۔
مقتدیانو ته هر رکن بې تاخیره دَ اِمام سره کول سُنت دې۔ تکبیر تحریمه یعنې دَ نیت تړلو نه پس وړمبې تکبیر به هم دَ اِمام سره کوې، رکوع ،قومه، سجده او قعده، غرض دا چې هر کار به دَ اِمام سره یو ځاېٔ کوې نه وړاندې او نه وروستو، البته که پهٔ وړومبیٔ قعده کښې مقتدې لا التّحیاّت تر تشهّد پوره کړې بیا وُدریږې۔ هم دغه شان قعده اخیره کښې که اِمام وړومبې سلام وُګرزَوې۔ البته رکوع یا سجده کښې که مقتدیانو تسبیح نهٔ وې پوره کړې نو اِمام سره ورته وُدریدل پکار دې۔ هډو بلکل ېٔ نه وې وئیلې یا ېٔ دَ درې ځلو نه کم وئیلې وې۔
پهٔ جمعَ کښې دَ شریکیدو او نه شریکیدو مسٔلې
نمبر۱۔ که یو سړې دَ خپلې محلّې یا دَ کور سره نِزدې جماعت ته لاړ شې۔ هلته جَمعَ شوې وې،نو دَ هغه دَ پاره مستحب دې۔ چې بل جماعت ته دَ جمعِ پهٔ تلاش کښې لاړ شې او دا ورته هم اختیار دې چې خپل کورته واپس شې او دَ کور دَ خلقو سره پهٔ جَمعَ مونځ وُکړې۔
نمبر۲۔ که چا پهٔ کور کښې ځانته مونځ کړې وې۔ بیا ېٔ وُلیدل چې هم هغه مونځ پهٔ جَمعَ کیږې هغهٔ ته پکار دې چې دَ جَمعِ سره شریک شې۔ که دَ ماسپښین او ماسخوتن وخت وې۔ دَ سحر، مازیګر او ماښام پهٔ مونځ کښې شرکت نشې کیدې ځکه چې دَ سحر او مازیګر نه پس نفل مکروه دې او دَ ماښام درې رکعته دې او نفل درې رکعته نشې کیدې۔
نمبر۳۔ که چا فرض مونځ شروع کړې وې اؤ پهٔ دې وخت کښې دَ جَمعِ دَ پاره اِقامت وُشې نو که هغهٔ دوه رکعته مونځ وې خو دَ هغې دا حکم دې چې که دَ ړومبې رکعت سجده ېٔ نه وې کړې نو مونځ دِ مات کړې او پهٔ جَمع کښې دې شریک شې۔ او که دَ اول رکعت سجده ېٔ کړې وې۔ او دَ دویئم رکعت سجده ېٔ نه وې کړې نو هم دې ېٔ مات کړې۔ او که دَ دویئم رکعت سجده ېٔ هم کړې وې نو بیا دې خپل مونځ پوره کړې۔ او که هغه فرض څلور رکعته وې لکه ماسپښین ،مازیګر ، ماسخوتن، نو که دَ اول رکعت سجده ېٔ نه وې کړې خو مونځ دِ مات کړې او پهٔ جَمعَ کښې دِ شریک شې او که سجده ېٔ کړې وې نو دوه رکعته دِ پوره کړې۔ بیا دِ سلام وُګرزوې او که دریئم رکعت ېٔ شروع کړې وې خو سجده ېٔ نه وې کړې نو بیا دې خپل مونځ ټول پوره کړې۔ کله چې مونځ ماتَوې نو پهٔ ولاړه دِ یو طرف ته سلام وُګرزوې، دغه کافې دې او کله چې مونځ پوره کړې نو دَ ماسپښین او ماسخوتن مونځونو کښې دِ بیا پهٔ جَمعَ کښې شریک شې۔ دا دویئم مونځ به ېٔ نفل شې۔ او سحر، مازیګر، ماښام کښې دِ نهٔ شریکیږې۔
نمبر۴۔ که چا نفل مونځ شروع کړې وې۔ او دَ فرضو نه دَ پاره جمع وُدریږې نو دغه مونځ دِ نه ماتوې پهٔ دوه رکعته دِ سلام وُګرځوې۔ اګر که نیت ېٔ دَ څلورو تړلې وې۔
نمبر۵۔ که چا دَ ماسپښین یا جُمعې سُنّت مؤکدّه شروع کړې وې او جَمعَ وُدریږې نو پکار ده چې پهٔ دوه رکعته سلام وُګرزوې۔ او که دریئم رکعت ېٔ شروع کړې وې نو څلور واړه دِ پوره کړې۔
نمبر۶۔ که دَ فرض مانځه جَمعَ ولاړه وې نو پهٔ سنتو دِ شروع نه کوې۔ که دا خطره وې چې دَ جَمعَ یَو رکعت به ترِ لاړ شې۔ او که دا ېٔ یقین وو چې رکعت رانه نه ځې، نو سُنت دِ وُکړې۔ مثلاً دَ ماسپښین پهٔ وَخت چې فرض شروع شې او دا خطره وې چې که سُنت کوې نو دَ فرضو رکعت به ترینه لاړ شې نو سُنت دِ پریږدې۔ بیا پهٔ ماسپښین او جُمعه کښې چې فرض وُکړې نو دَ فرضو نه ړومبې سُنت دِ اول وُکړې بیا دَ نور سُنت پوره کړې۔ دَ سحر سُنت زیات مؤکدّ دې۔ دَ هغې دَ پاره دا حکم دې چې که فرض شروع شې هم دِ سُنت ړومبې وکړې په دې شرط که دَ یَو رکعت موندو اُمید ېٔ وې او که دا اُمید نه وې نو بیا دِ سُنت پریږدې او که خوښه ېٔ وې نو دَ نمر ختو نه پس دِې ېٔ قضا وُکړې۔
نمبر۷۔ که دا خطره وې چې دَ سحر پهٔ سنتو کښې که دَ مانځه دَ مستحباتو او سنتو خیال ساتې نو جَمع به ترینه لاړه شې نو پکار ده چې صرف فرائضو او واجبو باندې عمل وکړې سنت او نوافل دِ پریږدې۔
نمبر۸۔ دَ جمعِ وُدریدو پهٔ وَخت کښې که څوک سنت کوې دَ سحر سنت وې او که دَ بل وَخت نو هغه پهٔ داسې ځاېٔ کښې کول پکار دې چې دَ جماعت نه بَهر وې، ځکه چې چرته چې دَ فرض مونځ جَمع کیږې هلته بل مونځ کول مکروه دې۔ که داسې جدا ځاېٔ نه وې نو بیا دې دَ صف نه جُدا دَ جُماعت پهٔ یَو ګُټ کښې وُدریږې۔
نمبر۹۔ که دَ جَمعِ سره ېٔ قعده بیا مونده هم ېٔ دَ جَمعِ ثواب وُشو۔
نمبر۱۰۔ دَ کوم رکعت رکوع چې دَ اِمام سره بیا مومې داسې به ګنړلې شې چې ټول رکعت ېٔ ومونتو او که رکوع کښې دَ اِمام سره شریک نه شې نو دا رکعت ترې نه لاړو۔ دا به پهٔ شمار کښې نه راځې۔
دَ مانځه دَ نیت مسٔلې
نمبر۱۔ پهٔ مقتدې باندې خپل اِمام پسې دَ اقتدا نیت کول هم ضرورې دې۔
نمبر۲۔ اِمام به صرف دَ خپل مانځه نیت کوې دَ امامتیٔ نیت کول ورباندې لازم نه دې۔ البته که پهٔ مقتدیانو کښې ېٔ ښځه هم وې او هغه دَ سړو سره پهٔ یو صف کښې ولاړه وې او دا مونځ دَ جنازې یا دَ جُمعې یا اخترونو نه وې نو دَ هغې دَ اقتداء صحیح کیدو دَ پاره پهٔ اِمام باندې دَ هغې دَ اِمامتیٔ نیت کول لازم دې او که دَ سړو سره برابره پهٔ صف کښې نه وې ولاړه یا مونځ دَ جنازې یا جُمعې یا اخترونو وې، نو بیا پرې نیت کول لازم نه دې۔
نمبر۳۔ مقتدې به صرف دا نیت کوې چې پهٔ دې امام پسې مونځ کوُم دَ امام نوم متعیّن کول چې پهٔ ”احمؔد“ یا ”محمؔود“ پسې مونځ کوم ”ضرورې نه دې۔ البته که چا پهٔ نوم باندې متعیّن کړو او بیا پهٔ واقعاتو کښې هغه سړې اِمام نهٔ وو نو دَده مونځ ونهٔ شو لکه یَو سړې نیت وتړلو چې پهٔ ”احمؔد“ پسې مونځ کوم حالانکه چا پسې چې مونځ کولو هغهٔ ”احمؔد“ نهٔ وو۔ خالدؔ وو نو ددې سړې مونځ وُنشو۔
نمبر۴۔ دَ جنازې پهٔ مانځه کښې دا نیت کول پکار دې۔ چې زهٔ دا مونځ دَ خداېٔ تعالیٰ دَ رضا او دې مړې ته دَ دُعا دَ پاره کوم او که مقتدې ته دا معلومه نهٔ وې چې مړې سړې دې که ښځه، نو هعه ته دا نیت کافې دې چې اِمام چې دَ چا مونځ کوې زه هم هغه مونځ کوم ځنې عالمانو وئیلې دې چې دَ فرض او واجب مونځونو نه علاوه نورو مونځونو کښې ددې تخصیص څهٔ ضرورت نشته چې سُنت کوم یا نفل او سنت دَ سحر کوم یا دَ ماسپښین ،تهجّد کوم یا تراویح بس صرف دِ مانځه کولو نیت کافې دې۔ خوښه داده چې تعیّن ورکښې وکړې شې۔ لکه دوه رکعته سنت یا نفل مونځ ګذارم دَ نن سحر۔
دَ تکبیر تحریمیه حُکم
ځنې نا واقفه خلق چې جماعت ته راشې او امام رکوع ته پهٔ تلو وُوینې نو هغه هم زر پهٔ تلوار سره ټیټ شې۔ او پهٔ ټیټیدو کښې تکبیر تحریمه وُوائی۔ دَ هغه مونځ نه کیږې۔ ځکه چې تکبیر تحریمه دَ مانځه دَ صحت دَ پاره شرط دې او تکبیر تحریمه پهٔ ولاړه وئیل ضرورې دې۔ چې پهٔ ولاړه ېٔ ونه وائی نو تکبیر تحریمه ېٔ صحیح نهٔ شو او چې دا ېٔ صحیح نه شو نو باقې مونځ ېٔ هم صحیح نهٔ شو۔
دَ فرض مانځه ځنې مسٔلې صفحه 235
نمبر۱۔ دَ امین الف اُوږدَول پکار دې۔ دَ امین نه پس دِ دَ قران شریف یو سورت لولې۔
نمبر۲۔ که دَ سفر حالت وې یا څهٔ خاص ضرورت وې نو اختیار دې چې دَ الحمد نه پس هر یو سورة چا وُوې۔ او که دَ سفر یا ضرورت حالت نه وې نو دَ سحر او ماسپښین په مانځه کښې دِ سورة حجرات نه تر سُورة بروج پورې هر یَو سورة چې ېٔ اُووې۔ دَ سحر پهٔ اول رکعت کښې دَ دویئم رکعت نه اُوږد سُورة وئیل پکار دې۔ پهٔ باقې وختونو کښې دواړه رکعته یو برابر پکار دې۔ دَ یَو ایت دوؤ دَ فرق څهٔ نقصان نشته خو چې دَ یو بل نه ډیر اُوږد نه وې۔ دَ مازیګر او ماسخوتن مانځه کښې دَ وَلسَّماَؔءِ وَالطّارقِ نه تر لَم یَکُن پورې سورتونو کښې هر یو سُورة چې وې۔ او دَ ماښام مانځه کښې دَ اِذَا زُلزِلَت نه تر اخره پورې سُورتونو کښې هر یَو سُورة چې وې۔
نمبر۳۔ دَ رکوع نه چې نیغ وُدریږې نو اِمام به صرف سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه وائی او مقتدې به صرف رَبَّناَ لَکَ الحَمدُ او ځانته مونځ کوؤنکې به دواړه وائی۔ بیا به تکبیر وائی۔ دواړهٔ لاسونه به پهٔ زنګونونو کیږدې۔ او سجدې ته به ځې۔ پهٔ دې طریقه چې دَ تکبیر دَ ټیټیدو نه شروع شې، او سجدې ته رسیدو سره ختم شې۔
نمبر۴۔ پهٔ سجده کښې به وړومبې زنګونونه پهٔ زمکه لګَوې۔ بیا لاسونه بیا پوزه بیا تندې، پهٔ دې شان چې مخ ېٔ دَ دواړو لاسونو تر مینځ وې، او دَ ګوتو سرونه ېٔ غونډ قبلې طرفته وې۔ پښې ېٔ دوراړه وُدرَولې وې۔ او دَ ګوتو سرونه ېٔ قبلې ته وې ۔ ګیډه ېٔ دَ ورَنونو نه جُدا وې او مټې دَ ترخ نه جُدا۔ ګیډه ېٔ دَ زمکې نه دومره وچته وې چې وړوکې ورغومې پکښې وتې شې۔
نمبر۵۔ دَ سحر ماښام او ماسخوتن پهٔ مانځه کښې به اِمام سورة فاتحه او سورة پهٔ ړومبو دوهٔ رکعتونو کښې پهٔ زوره وائی۔ ځانته مونځ کوؤنکې ته پهٔ قرأت کښې اختیار دې چې پهٔ زوره وائی که پهٔ ورو، خو اِمام به سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه او تکبیرونه پهٔ زوره وائی او ځانته مونځګُذار به ېٔ ورو وائی۔ مقتدې به هغه وخت تکبیرونه او سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه پهٔ ورو وائی۔
نمبر۶۔ دَ مانځه ختمُولو نه پس دِ دواړه لاسونه تر سینې اوچت کړې۔ دَ خداېٔ پاک نه دِ ځانته دُعا وُغواړې۔ که اِمام وې نو ځانته او ټولو مقتدیانو ته دِ دعا وُغواړې۔ دَ دُعا ختمولو نه پس دِ دواړه لاس پهٔ مخ راکاږې۔ مقتدیان خپله خپله دُعا غواړې او که دَ اِمام دُعا اوریدې شې، پهٔ هغې امین امین وائی دواړهٔ جائز دې۔
نمبر۷۔ دَ کومو مونځونو نه پس چې سُنت وې لکه ماسپښین، ماښام، او ماسخوتن دَ هغې دَ فرضو نه پس دِ ډیره اُوږده دُعا نه کوې، مختصر غوندې دُعا نه پس دِ سُنت شروع کړې او دَ کومو مونځونو نه پس چې سُنت نشته لکه سحر او مازیګر دَ هغې نه پس چې څومره دُعا غوښتې شې غواړې دِ که اِمام وې نو مقتدیانو طرفته دِ ښې لاس ته یا ګس لاس ته مخ راوُګرزَوې۔ پهٔ دې شرط چې مخې ته ېٔ څوک مونځ نه کوې۔
نمبر۸۔ فرض مانځه نه پس که سُنت ورپسې نهٔ وې یا دَ سنتو نه فارغ کیدو نه پس مستحب دادې چې درې ځله اَستَغفِرُالله العَلّی العَظِیمِ الَّذِی لاَ اِلٰهَ اِلاَّ هُوَالحَیُّ القَیُومُ وُوائی۔ یو ځل ایت الکُرسې۔ یو ځل قُل هُوَاللهُ اَحد۔ قُل اَعُوذُ بِرَبّ الفَلَقِ، او قُل اَعُوذُ بِرَبّ الناَّس۔ درې دیرش ځله سُبحَانَ الله درې دیرش ځله الحمدُ لله ،څلور دیرش ځله اَللهُ اَکبَر او چې دا ختم کړې نو په اخر کښې لاؔ اِلٰهَ اِلاَّ اللهُ وَحدَهُ لَا شَرِیکَ لهُ اَلمُلکُ وَلَهُ الحَمدُ وَ هُوَّ عَلٰی کُلِّ شَییء قدیر وُوائی۔
نمبر۹۔ دَ ښځې او سړې پهٔ مانځه کښې ځنې ځایونو کښې فرق دې، ددې فرق خیال ضرورې دې۔ ۱۔که دَ یخنېٔ یا بل څهٔ وَجې نه دَ پټولو څهٔ خاص ضرورت نه وې نو سړې به دَ تکبیر تحریمه دَ پاره لاس دَ څادر نه بَهر کوې او تر غوږو نو به ېٔ پورته کوې۔ او ښځه به هر حالت کښې دَ لوپټې نه لاس نه بَهر کوې دغه شان به ېٔ تر اُوږو پورته کوې۔ ۲۔ دَ تکبیر تحریمه نه پس به سړې لاس دَ نامهٔ لاندې تړې او ښځه به ېٔ پهٔ سینه باندې کیدې۔ ۳۔ سړې ته پکار دې چې لاس دَ نامهٔ لاندې تړې نو دَ ښې لاس دَ وړې ګوتې او غټې ګوتې نه خلقه جوړه کړې دَ ګس لاس دَ مړوند نه ېٔ چاپیره کړې۔ او نورې درې ګوتې پهٔ لیچه با ندې اوارې کړې۔ او ښځه به دَ ښې لاس ورغوې دَ ګس لاس پهٔ شا باندې کیږدې ګوتې به اوارې وې۔ حلقه به نه جوړوې۔ ۴۔ سړې ته پکار دے چې رکوع کښې ښهٔ ټیټ شې۔ چې سَر،ملا،او ډونګه ېٔ یَو برابر اوار وې۔ او ښځې ته دَ دومره ټیټیدو ضرورت نشته ۔ بس چې لاسو نه ېٔ تر زنګونونو وُرسې۔
۵۔ سړې به پهٔ رکوع کښې ګوتې پهٔ زنګونونو خَوروې او ښځه به ېٔ یو ځاېٔ ساتې۔
۶۔سړې ته دَ رکوع پهٔ حالت کښې څنګل دَ اړخ نه لرې ساتل پکار دې او ښځې ته ېٔ جُختول ضرورې دې۔ ۷۔ سړې به دَ سجدې پهٔ حالت کښې څنګلې دَ زمکې نه وچتې او د اړخونو نه لرې ساتې او ښځه به ېٔ پهٔ زمکه لګَوې او دَ اَړخ سره بهٔ ېٔ یو ځاېٔ ساتې۔ ۸۔ سړې به دَ سجدې پهٔ وخت کښې دواړه پښې دَ ګوتو پهٔ سرونو نیغې ولاړې ساتې او دَ ښځو دَ پاره دا ضرورې نه ده۔ ۹۔ سړې به دَ قعدې پهٔ حالت کښې پهٔ ګسه پښه باندې کښینې او ښیٔ پښه به دَ ګوتو پهٔ سر ولاړه ساتې۔ او ښځې به دواړه پښې ښې اړخ ته وُباسې پهٔ دې طریقه چې ښې پتون ېٔ دَ ګس پتون سره او ښیٔ پنډیٔ دَ ګسې پَنډیٔ سره یو ځاېٔ شې۔ او ګس اړخ ېٔ پهٔ زمکه وُلګې۔ ۱۰۔ ښځې پهٔ هیڅ حالت کښې پهٔ زوره قرأت نشې لوستلې۔ همیشه به پهٔ غلې اواز باندې مونځ کوې۔
دَ مانځهٔ دَ فرضو او واجبو ځنې مسٔلې
نمبر۱۔ پهٔ مُدرک باندې قرأت نشته دَ اِمام قرأت دَ ټولو مقتدیانو دَ پاره کافې دې۔ دَ اِمام ابو حنیفه پهٔ مذهب مقتدې ته اِمام پسې قرأت لوستل مکروه دې۔ (مُدرک هغه دې چې دَ سره دَ امام سره پهٔ مانځه کښې شریک وې۔ مسؔبوق چې څه حصه ترینه دَ جَمِع لاړه وې۔ بیا شریک شوې وې۔ لاؔحق هغه دې چې دَ سره شریک شوې وې خو پهٔ مینځ کښې ترینه څه حصه فوت شوې وې)۔
نمبر۲۔ مسؔبوق باندې پهٔ لاړو دوه ؤ یا یو رکعت کښې قرأت لوستل فرض دې۔
نمبر۳۔ حاصل دادې چې دَ اِمام سره به مقتدې قرأت نه لولې۔ او مسؔبوق چې څهٔ وخت لاړ رکعتونه ادا کوې نو دَ هغهٔ سره اِمام نه وې، ځکه به قرأت کوې۔
نمبر۴۔ دَ سجدې ځاېٔ دَ ودریدو دَ ځاېٔ نه دَ نیم ګز نه زیات اوچت ښه نه کیږې۔ البته که څه خاص ضرورت وې لکه جمعَ ډیره وې خلق دومره تنګ تنګ ولاړ وې چې دَ سجدې لګولو ځاېٔ نه وې ، نو یَو مونځګذار دَ بل مونځګذار پهٔ شا باندې سجده لګولې شې پهٔ دې شرط چې هغه سړې همدغه مونځ کوې کوم چې دا سجده لګوونکې کوې۔
نمبر۵۔ دَ اخترونو پهٔ مانځه کښې دَ عامو تکبیرونو نه علاوه سپږ تکبیره نور واجب دې۔
نمبر۶۔ دَ اِمام دَ پاره دَ سحر پهٔ دواړه رکعتونو کښې دَ ماښام او ماسخوتن پهٔ وړومبو دوه ؤ رکعتونو کښې قضا وې که ادا، دَ جُمعې او خترونو پهٔ مانځه کښې تراویحو او دَ رمضان پهٔ وترو کښې پهٔ زوره قرأت واجب دې۔
نمبر۷۔ یوازې مونځ کوؤنکې ته دَ سحر پهٔ دواړو رکعتونو کښې او ماښام او ماسخوتن پهٔ وړومبو دوه ؤ رکعتونو کښې اختیار دې چې پهٔ زوره قرأت لولې او که پهٔ ورو، دَ په زوره اواز دا اندازه ده چې بل سړې ېٔ هم اؤرې او ورو هغه دې چې خپله ېٔ اورې اؤ بل ېٔ نه شې اوریدې۔
نمبر۸۔ اِمام او منفرد دواړه دَ پاره دَ ماسپښین اؤ مازیګر پهٔ ټولو رکعتونو کښې او دَ ماښام اؤ ماسخوتن پهٔ وروستو رکعتونو کښې پهٔ غلې اواز قرأت واجب دې۔
نمبر۹۔ کوم نفل مونځ چې دَ ورځې کولې شې پهٔ هغې کښې به پهٔ غلې اواز قرأت لولې او کوم چې دَ شپې کولې شې پهٔ هغې کښې اختیار دې ۔ پهٔ زوره اواز قرأت لولې او که پهٔ غلې۔
نمبر۱۰۔ یوازې مونځ کوؤنکې که دَ سحر، ماښام او ماسخوتن دَ مونځونو قضا دَ ورځې څه وخت کوې نو پهٔ غلې اواز به قرأت لولې او که دَ شپې ېٔ کوې نو اختیار دې ورته۔
نمبر۱۱۔ که یو سړې نه دَ ماښام یا ماسخوتن پهٔ وړومبی یا دویئم رکعت کښې اَلحَمدُ پسے سورة وئیل هیر شې نو هغه پهٔ دریئم یا څلورم رکعت کښې لوستل پکار دې۔ پهٔ دغو کښې هم دَ اِمام دَ پاره پهٔ اوچت اواز وینا واجب ده۔ اخر کښې به سجدهٔ سهو کوې۔
دَ مانځه ځنې سُنّت
نمبر۱۔ دَ تکبیر تحریمه دَ پاره دواړه لاس تر غوږو وچتول دَ سړو د پاره او تر اُوږو دَ ښځو دَ پاره سُنت دې دَ څه عذر پهٔ وجه که سړې ېٔ تر اُوږو اوچت کړې، هم خیر دې۔
نمبر۲۔ دَ تکبیر تحریمه نه پس زر لاس تړل سړوته دَ نامهٔ دَ لاندې او ښځو ته پهٔ سینه باندِې سُنت دې۔
نمبر۳۔ سړو ته پهٔ دې طریقه لاس تړل چې دَ ښې وړه او غټه ګوته دَ مړوند نه چاپیره کړې او باقې درې ګوتې پهٔ لیچه کیدې، سنّت دې۔
نمبر۴۔ اِمام اؤ ځانته مونځ کوؤنکې دواړو دَ پاره دَ سورة فاتحه نه پس پهٔ غلې اواز امین وئیل سُنّت دې او که قرات پهٔ زوره وې نو ټولو مقتدیانو ته ېٔ هم امین وینا سُنّت دې۔
نمبر۵۔ دَ سړو دَ پاره پهٔ رکوع کښې ښه ټیټیدل سُنّت دې چې سَر، ملا، او ډونګه ېٔ برابر شې۔
نمبر۶۔ پهٔ رکوع کښې سړو ته دواړه لاس دَ اَړخونو نه جُدا ساتل سُنّت دې۔
نمبر۷۔ پهٔ قومه کښې اِمام ته صرف سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ وَینا مقتدې ته صرف رَبَّناَ لَکَٔ الَحَمدُ وینا او منفرد ته دواړه وئیل سُنّت دې۔
نمبر۸۔ دَ سجدې پهٔ حالت کښې سړوته خیټه دَ زنګونونو نه او څنګلې دَ اَړخونو نه جُدا ساتل او لیچې دَ زمکې نه وچتې ساتل سُنّت دې۔
نمبر۹۔ دَ قعدې پهٔ حالت کښې سړو ته پهٔ داسې طریقه کښیناستل سُنّت دې چې ګسه پښه باندِې کښینې۔ ښېٔ پښه داسې وُدرَوې چې دَ ګوتو سرونه ېٔ قبلې ته وې۔ لاسونه پهٔ زنګونونو کیدې۔ چې دَ ګوتو سرونه ېٔ زنګون ته نزدې او مخ ېٔ قبلې ته وې۔
نمبر۱۰۔ اِمام ته سلام پهٔ اوچت اواز وئیل سُنت دې۔
نمبر۱۱۔ امام دَ پاره پهٔ سلام کښې ټولو مقتدیانو نَر وې که ښځې یا واړهٔ او دَ فرښتو نیت کول سُنّت دې۔ مقتدې به دَ خپلو ملګرو مونځګذارو او فرښتو نیت کوې۔ که اِمام ترینه ښې طرف ته وو دَغه طرف پهٔ سلام کښې او که ګس طرف ته وو نو دَ ګس طرف پهٔ سلام کښې او که مخامخ وو نو دواړو طرف پهٔ سلام کښې به دَ اِمام نیت هُم کوې۔
نمبر۱۲۔ که یخنې یا بل څه عذر نه وې نو سړو دَ پاره دَ تکبیر تحریمه پهٔ وخت کښې لاس دَ څادر نه بَهَر کول او تر غوږونو اوچَتَول سُنّت دې۔
پهٔ مانځه کښې بې اؤدسه کیدل
که پهٔ مانځه کښې څوک بې اودسه شو نو که حدث اکبر وې یعنې غُسل پرې فرض شې خو مونځ مات شو او که حدثِ اَصغر وې نو دَ دوه ؤ حالونه به خالې نه وې یا به اختیارې وې او یا به بې اختیاره وې۔ یعنې دَ هغې پهٔ اسبابو کښې به دَ بنده اختیار وې یا به نه وې۔ که اختیار ېٔ وې نو مونځ به ېٔ مات شې ۔ لکه یَو سړې پهٔ مانځه کښې پهٔ زوره وخاندې یا ځانته ګُذار ورکړې چې وینه ترې وځې۔ یا قصدًا باد وباسې یا دَ چهت دَ پاسه څوک ګرځې او پهٔ مونځګذار باندې کانړې راوُغورزیږې وینې شې۔ په دې ټولو شکلونو کښې مونځ ماتیږې۔ ځکه چې دا ټول کارونه دَ بندیانو پهٔ اختیار شوې وې او که بې اختیاره وې دَ هغې یا دوه شکلونه دې۔ یا بهٔ ډیر کم موندې شې لکه جنون، بې هوشې یا ناڅاپه مرګ او یا به اکثر مونتې شې لکه دَ بادو تل ، یا واړهٔ بول یا لوېٔ بول وغیره۔ کوم چې کم مونتې شې هغې کښې مونځ ماتیږې او کوم چې اکثر مونتې شې پهٔ هغې کښې مونځ نه ماتیږې بلکه پهٔ شریعت کښې دغه سړې ته اختیار دې چې بې اودسې لرې کړې او هم دغه مونځ مخکښې پوره کړې۔ دې ته بناؔء وائی خو که مونځ بیا دَ سره شروع کړې نو دا بهتره ده۔
دَ بناؔء کولو دَ پاره څو شرطونه دې۔ (۱) چې دَ بې اودسیٔ پهٔ حالت کښې ېٔ یَو رُکن نه وې کړې۔
(۲) چې یو رُکن ېٔ دَ تلو پهٔ حالت کښې نه وې کړې مثلًا چې اؤدس کولو ته ځې یا دَ اؤدس کولو نه راځې نو دَ قران تلاوت دې نه کوې ځکه چې تلاوت دَ مانځه رکن دې۔ (۳) داسې کار ېٔ نه وې کړې چې دَ مانځه مخالف وې نه ېٔ څه داسې کار کړې وې چې دَ هغې نه بچ کیدل ممکن وې۔
(۴) دَ بې اودسیٔ نه پس دَ څهٔ عُذر نه بغیر ېٔ دَ یو رکن پهٔ اندازه حصارتیا نه وې کړې۔ بلکه فورًا اؤدس کولو ته روان شوې وې البته که دَ عُذر پهٔ وجه حصار شې لکه صفونه ډیر وې او دَ صفونو نه راوَتو کښې وَخت وُلګې نو خیر دې۔
نمبر۱۔ ځانته مونځ کوؤنکې که بې اؤدسه شې نو هغهٔ ته پکار دې چې زر اؤدس وُکړې او څومره زر چې کیدې شې ځان د بې اؤدسېٔ نه پاک کړې خو اؤدس دَ ټولو سنتو او مستحباتو سره کول ضرورې دې۔ پهٔ دې مینځ کښې دې خبرې نه کوې اوبهٔ که نزدې موندې شې نو لرې دې ورپسې نه ځې۔ حاصل دا چې څومره حرکت سخت ضرورې وې دَ هغې نه زیات نه دې پکار، دَ اؤدس نه پس پکار دې چې هم پهٔ هغه ځاېٔ خپل مونځ پوره کړې دا بهتره ده اؤ که خپل زوړ ځاېٔ ته ځې نو هم خیر دې خو دَ ټولو نه ښه داده چې کله بې اؤدسه شې، سلام دې وُګرزوې هغه مونځ دې مات کړې او چې اؤدس وُکړې نو بیا دې ېٔ دَ سره شروع کړې۔
نمبر۲۔ که امام بې اودسه شې اګر چې اخره قعده کښې وې نو هغه ته پکار دې چې فوراً اؤدس کولو ته روان شې او پهٔ مقتدیانو کښې کوم چې ورته لائق ښکارې پهٔ خپل ځاېٔ وُدرَوې۔ دَ ”مدرک“ چې دَ چا نه څهٔ حصه مونځ لاړوې هم جائز دې۔ خو هغه ته دې پهٔ اِشاره وُښېٔ چې دومره رکعتونه پاتې دې۔ دَ رکعتونو دَ پاره دې پهٔ ګوته اِشاره وُکړې۔ که یَو رکعت پاتې وې نو یوه ګوته، که دوه پاتې وې نو دوه ګوتې دې ورته وُنیسې، که رکوع پاتې وې نو پهٔ زنګون دې لاس کیږدې، که سجده پاتې وې، پهٔ تندې، که قرأت پاتې وې پهٔ خُلهٔ، که سجدهٔ تلاوت پاتې وې پهٔ تندې او ژبه که سجدهٔ سهوه کول وې نو پهٔ سینه دې ورته لاس کیږدې هله که هغه سړې ورباندې پوهیږې۔ ګنې داسې سړې دې نه خلیفه کوې۔ بیا چې خپله اودس وُکړې نو که جَمع ولاړه وې خو پهٔ جَمع کښې دې شریک شې او دَ هغې خپل خلیفه مقتدې دې شې او که دَ اودس نه پس هم پهٔ هغه ځاېٔ وُدریدو او پهٔ مینځ کښې ېٔ ډیره فاصله یا څهٔ حائل نه وونو خیر دې۔ که څهٔ حائل وو فاصله ډیره وه نو جائز نهٔ دې او که جمعَ ختم وه نو خپل مونځ دې پوره کړې۔ دَ اؤدس پهٔ ځاېٔ کښې ېٔ پوره کوې او که زوړ ځاېٔ ته راځې۔
نمبر۳۔ که اوبهٔ دَ جماعت دَ فرش دننه وې نو بیا خلیفه جوړَول ضرورې نه دې خلیفه جوړَوې، او که خپله اؤدس کوې بیا راځې، مقتدیان به ورته دومره انتظار کوې، خو ښه داده چې خلیفه وُنیسې۔
نمبر۴۔ دَ خلیفه نیولو نه پس دې اِمام پاتې نه شو، مقتدې شو، اوس که جَمع ختم شوې وې نو دې به باقې مونځ دَ لاحق پهٔ شان کوې۔ یعنې قرأت وغیره به نه لولې۔که اِمام څوک خلیفه نه کړو مقتدیانو خپله څوک وړاندې کړو، یا خپله یو مقتدې وړاندې شې دَ اِمام پهٔ ځاې وُدریږې اؤ دَ امامتېٔ نیت وُکړې، نو امامتې ېٔ جائز ده خو هله چې تر دې وخته امام دَ جماعت دَ حَد نه بَهَر ته نه وې وَتلې، یا که مونځ پهٔ جماعت کښې نه وې نو چې امام دَ صفونو نه بهرته نه وې ولې۔ که امام دَ جماعت نه بَهَر اووتو یا دَ صفونو دَ حد نه واؤړیدو ۔ بیا مقتدیان څوک خلیفه کوې یا څوک خلیفه امام کیږې نو دا امامت ېٔ صحیح نه دې مونځ ېٔ فاسد شو۔
نمبر۵۔ که مقتدې بې اؤدسه شو نو هغهٔ ته هم فوراً اؤدس کول پکار دې دَ اؤدس نه پس که مونځ ختم نه وو نو مانځه کښې به شریک شې او که ختم وونو خپل مونځ به پوره کړې که جَمع کښې شریکیږې نو خپل ځاېٔ ته تله ورته پکار دې۔ البته که دَ اؤدس دَ ځاېٔ او دَ اِمام تر مینځه څه شې دَ اقتداء دَ پاره مانع نه وې نو په هغه ځاېٔ کښې هم وُدریدې شې۔ او که مونځ ختم وې نو اختیار دې ورته، پهٔ هغه ځاېٔ کښې وُدریدې شې۔ او که مونځ ختم وې نو اختیار دې ورته ، پهٔ هغه ځاېٔ کښې ودریږې او که خپل ځاېٔ ته راځې۔ خوښه داده چې هُم هلته ېٔ وُکړې۔
نمبر۶۔ که امام داسې سړې مخکښې کړې وې چې دَ هغه نه څهٔ مونځ لاړ وو نو هغهٔ ته پکار دې چې د امام باقې رکعتونه پوره کړې نو که یَو مُدرک ” چې چا مونځ پوره کړې وو“ دَ ځان پهٔ ځاېٔ وُدرَوې چې هغه سلام وُجارباسې نو دې به خپل باقې مونځ پوره کړې۔
نمبر۷۔ که څوک پهٔ قعده اخیره کښې دَ اَلتَّحِیّاتُ وینا نه پس بې هوشه شو، یا لیونې شو، یا ترِینه حدثِ اکبر یا بې قصده حدثِ اصغر وُشو نو مونځ ېٔ مات شو بیا به ېٔ دَ سره کوې۔
نمبر۸۔ چونکه دا مسٔلې باریکې دې او نن صبا دَ عِلم کمې دې دَ غلطیٔ احتمال پکښې ډیر دې، په دې وجه ښه داده چې داسې حالتونو کښې بناؔء نه کوې۔ بلکه سلام وُجارباسې مونځ مات کړې او دَ اؤدس نه پس ېٔ بیا دَ سَره وُکړې۔
دَ جُمعې مونځ
دَ مانځه نه زیات دَ خداېٔ پاک یو څیز هُم خوښ نه دې پهٔ دغه وجه دَ بل هیڅ یو عبادت دومره تاکید او فضیلت پهٔ شریعت کښې نه دې راغلې څومره چې دَ مانځه دې۔ الله تعالٰی دَ خپلو هغو بې شماره نعمتونو دَ شکرېٔ دَ پاره کوم چې دَ پیدائش دَ اولې ورځې نه تر مرګه پورې بلکه دَ مرګ نه پس هم مونږ ته راکوې پهٔ مونږ باندې پهٔ ورځ کښې پنځه مونځونه فرض کړې دې۔ او دَ جُمعې ورځ چونکه پهٔ ټولو ورځو کښې زیاته بختوره ده پهٔ دغه ورځ مونږ باندې ډیر نعمتونه وَرَوُلې شوې دې۔ تردې چې دَ نسلِ انسانې اصل بنیاد حضرت ادمؑ هم پهٔ دغه ورځ پیدا شوې دې، نو پهٔ دغه ورځ الله تعالٰی پهٔ مُسلمانانو باندِې خاص مونځ فرض کړې دې چې هغې ته دَ جُمعې مونځ وئیلې شې۔ پهٔ وړاندې صفحو کښې تاسو دَ جُماعت حکمتونه او فائدې لوستې دې۔ دا هم درته معلومه شوې ده چې جمعَ څومره لویه وې هغه هومره ېٔ ثواب زیات وې، او جَمع هله لوئیدې شې چې دَ مختلفو محلّو خلق پهٔ یو ځاېٔ راجمعَ شې۔ هره ورځ دا ګرانه ده نو الله تعالٰی دَدې دَ پاره پهٔ هفته کښې یوه خاصه ورځ مقرّر کړه، چې پهٔ هغه دَ مختلفو محلّو او خواؤ شا بانډو خلق ټول پهٔ یَو ځاېٔ راجَمعَ کیږې اؤ پهٔ جمعَ دَ خداېٔ پاک عبادت کوې۔ خو هغوېٔ سرکشې وُکړه۔ دَ هغې ورځې قدر ېٔ وُنه کړو۔ خپلو کښې ېٔ اختلاف پیدا شو، او ددې نیک بختیٔ نه محروم شو، یهودیانو دَ خالې ورځ مقرر کړه چې پهٔ دغه ورځ الله تعالٰی دَ دُنیا دَ پیدا کولو نه فارغ شوې وو۔ عیسایانو دَ اِتوار ورځ مقرّر کړه په دې خیال چې پهٔ دغه ورځ دَ دُنیا پیدائش شروع شوې وو۔ تر اوسه پورې دغه فرقې دَدې اهتمام کوې۔ نور ټول کارونه پریږدې او دا ورځ پهٔ عبادت تیره وې۔ دَ عیسائی حکومتونو دفترونه پهٔ دغه وجه دَ اِتوار پهٔ ورځ بند وې۔
دَ جُمعې دَ ورځې فضیلت
نمبر۱۔ نبی کریمﷺ فرمائیلې دې چې پهٔ ټولو ورځو کښې بهتره ورځ دَ جُمعې ده۔ پهٔ دې ورځ حضرت ادمؑ پیدا شوې دې۔ او پهٔ دغه ورځ جنت ته ننوتې دې او هم پهٔ دغه ورځ ترینه بیا بَهَر ته راوتې دې۔ قیامت به هم پهٔ دغه ورځ راځې(صحیح مُسلم) ۔
نمبر۲۔ دَ امام احمدؒ نه روایت دې۔ چې دَ جُمعې دَ شپې مرتبه دَ لیلةُ القدر نه هم پهٔ ځنې څیزونو کښې زیاته ده ځکه چې پهٔ دغه شپه رسول الله ﷺ دَ مور پهٔ ګیډه کښې دې دنیا ته تشریف راؤړې دې او دَهغه تشریف راؤړل دَ ټولې دُنیا دَپاره دَ خیراو برکت سبب دې (اشعته اللمعات)۔
نمبر۳۔ نبی کریم ﷺ فرمائیلې دې چې دَ جُمعې پهٔ ورځ کښې یو وَخت داسې دې، که پهٔ هغه وخت کښې بنده دَ الله تعالٰی نه څه سوال وُکړې نو هغه ېٔ ضرور قبلوې(صحیحین) دَ کوم ساعت ذکر چې دې حدیث کښې راغلې دې۔ دَ هغې په تعیّن کښې دَ عُلماؤ اختلاف دې۔ شیخ عبدلحقؒ مُحَدّث دهلوې دَ سفرالسَّعادت په شرح کښې څلویښت قوله نقل کړې دې خو پهٔ هغې ټولو کښې ېٔ دوه ؤ ته ترجیح ورکړې ده۔ یو دا چې هغه وخت دَ خطبې دَ لوستونه دَ مانځه تر حتمیدو پورې دې۔ بل دا چې هغه ساعت دَ ورځې پهٔ اخر کښې دې او دغه قول ته ډیر خلقو ترجیح ورکړې ده ۔ ډیر صحیح احادیث ددې پهٔ تائید کښې دې۔ یو صحیح روایت دې چې حضرت فاطمیؓ به خپلې خادمې ته وئیل چې دَ جُمعې ورځ پهٔ ختمیدو شې نو ماته یادَوه چې دغه وخت زه پهٔ ذکر او دُعا تیرَوم (اشعته اللمعات)۔
نمبر۴۔ نبی کریم ﷺ فرمائیلې دې چې پهٔ ټولو ورځو کښې دَ جُمعې ورځ بهتره ده۔ پهٔ دغه ورځ به دَ قیامت شپیلیٔ وَهَلې شې پهٔ دغه ورځ پهٔ ما باندې ډیر ډیر درود واییٔ۔ ځکه چې دا پهٔ دغه ورځ ماته پیش کیږې۔ اصحابو عرض وُکړو چې یا رسول الله ﷺ دَ وفات نه پس خو به ستاسو هډوکې هم نه وې نو درود به درته څنګه پیش کیږې؟ هغوې وُفرمائیل الله تعالٰی د انبیاؤ بدن دَ همیشه دَ پاره پهٔ زمکه باندې حرام کړې دې۔ (دَ انبیاؤ بدن نه خاورې کیږې)۔
نمبر۵۔ نبې کریمﷺ فرمائیلې دې چې دَ شاهد نه مُراد د، جُمعې ورځ ده۔ یوه ورځ هم دَ جُمعې دَ ورځ نه زیاته بختوره نشته ۔ پهٔ دې ورځ کښې یَو ساعت داسې دې چې که پهٔ هغې کښې بنده دَ خداېٔ پاک پناه ورکوې( ترمذې شریف) دَ شاؔهد لفظ په سورة برؔوج کښې راغلې دې۔ الله تعالٰی پهٔ دغه ورځ قسم خوړلې دې۔ وَالسَّماٰؔءِ ذاتِ البُروج وَالیوم الموعودِ وَ شاهِدٍ وَ مَشهُودٍ
قسم دې پهٔ هغه اسمان چې دَ برجونو خاوند دې او قسم دې دَ قیامت پهٔ ورځ او قسم دې پهٔ شاهد (جُمه) او مشهود (عرفه) ۔
نمبر۶۔ نبې کریم ﷺ فرمائیلې دې دَ جُمعې ورځ دَ ټولو ورځو سرداره او خداېٔ پاک ته دَ ټولو نه غوره ده۔ او دَ خداېٔ پاک سره ددې قدر دَ وړوکې اختر او لوېٔ اختر نه هم زیات دې(ابنِ ماجه)۔
نمبر۷۔ نبې کریمﷺ فرمائیلې دې۔ کوم مسلمان چې دَ جُمعې پهٔ ورځ یا دَ جُمعې پهٔ شپه مړ شې۔ هغه الله تعالٰی دَ عذاب قبر نه بچ کوې (ترمذې شریف)۔
نمبر۸۔ یوه ورځ اِبنِ عباسؓ ددې ایت تلاوت کولو ”اَلیَومَ اَکمَلتُ لَکُم دِینَکُم“ ورسره یو یهودې ناست وو، هغهٔ اُووې که داسې ایت پهٔ مونږ نازل شوې وې نو مونږ به پهٔ هغه ورځ اختر کولو۔ ابنِ عباسؓ ورته وفرمائیل دا ایت د دوؤ اخترورنو پهٔ ورځ راغلې وو، یوه دَ جُمعې ورځ وه او بله دَ عرفې۔ یعنې مونږ ته د دَغې ورځې دَ اختر کولو څه ضرورت دې۔ پهٔ دغه ورځ خو خپله یو اختر نه چې دوه اخترونه وو۔
نمبر۹۔ نبې کریم ﷺ فرمائیلې دې دَ جُمعې ورځ ورښانه ورځ ده او دَ جُمعې شپه ورښانه شپه ده۔
(مشکوٰة شریف)
نمبر۱۰۔ دَ قیامت نه پس کله چې الله تعالٰی دَ جنت مستحق خلق جنت ته او دَ دوزخ مستحق دوزخ ته راستوې اګر چې هلته به دغه شان شپې ورځې نه وې خو الله تعالٰی خلقو ته دَ شپو ورځو مقدار او دَ ګټو اندازه وُښیٔ په دغه طریقه چې کله دَ جُمعې ورځ شې او هغه وخت شې کوم وَخت چې مُسلمانان دَ جُمعې مونځ کوې یو مُنادې به اواز کوې”اې دَ جنت وسیدونکو۔ دَ مزید ځنګل ته لاړ شیٔ“ دا دومره لوېٔ ځنګل دې چې پلن والې او اُوږد والې ېٔ یَو خداېٔ ته معلوم دې هلته به دَ مښکو یَو لوېٔ ډیرې وې دَ اسمان هومره اوچت، هلته به انبیاؑء دَ نور په ممبرونو ناست وې مسلمانان به دَ یاقوتو پهٔ کُرسو باندې کښینې چې ټول خلق خپل خپل ځاېٔ باندې کښینې۔ الله تعالٰی به یوه هوا راوُلیږې۔ دَ مښکو هغه ډیرې به خور کړې دَ خلقو په جامو، ویښتو، مخونو او لاسونو به وُلګې۔ دا هوا دَ مښکو لګولو طریقه دَ هغې ښځې نه هم زیاته پیژنې څوک چې دَ ټولې دُنیا خوشبوئی تقسیمَوې۔ بیا به خداېٔ تعالٰٔی دَ عرش وُړونکو ته حکم ورکوې چې عرش ددې خلقو پهٔ مینځ کښې کیږدېٔ۔ بیا به الله تعالٰی دې خلقو ته خطاب وُکړې” اې زما بندیانو۔ چې تاسو پهٔ غیب باندې ایمان راوړې وو، زهٔ مو لیدلې نه وُم زما دَ پیغمبر پهٔ خوله تاسو یقین وکړو او زما احکام مو وُمنل اوس غواړېٔ زما نه چې څهٔ غواړېٔ نن دَ مزید یعنې زیاتې انعام ورځ ده“۔ټول خلق به پهٔ یو اواز وُوائی چې”اې ربه، مونږ دَ تانه خوشحاله یُو ته هم مونږ نه راضې شه“ الله تعالٰی به فرمائی،”اې زما بندیانو۔ که زه دَ تاسو نه راضې نه وې نو تاسو به مې جنت ته نه را ستولیٔ اوس چې څه غواړېٔ دا دَ ”مزید“ورځ ده۔ بیا به ټول خلق پهٔ یو اواز اووائی اې پروردګاره۔ مونږ ته خپل جمال اوښیه چې مونږ ستا مقدس ذات پهٔ خپلو سترګو وُوینو۔ نو خداېٔ پاک به خپله پرده اوچته کړې او خلقو ته به ځان ظاهر کړې او دَ خپل جمالِ جهان ارا نوُر به په خلقو خور کړې که چرې دَ جنت خاوندانو ته دا حکم نه وې شوې چې دا خلق به چرې سوزولې نه شې نو بې شکه هغویٔ به ددې نُور تاب نه وو راوړې او سوزیدلې به وؤ۔ بیا به هغوېٔ ته ووئیلې شې چې خپلو ځایونو ته واپس لاړ شیٔ دَ هغو خلقو حُسن جمال به ډیر چند شې۔ دا خلق چې خپلو بیبیانو ته راشې نو څهٔ لحظه به نه دوېٔ بیبیانې وینې او نه به بیبیانې دویٔ وینې۔ لږ ساعت پس چې هغه نُور کُم چې دوېٔ کړې وې لرې شې نو بیا به دوېٔ خپلو کښې یو بل اُووینې نو دا بیبیانې به ورته وائی چې تاسو تلیٔ نو دَ هغې نه اوس په څو چنده ښائسته شوې یَیٔ۔ دا خلق به جواب ورکړې دا په دې وجه چې اٰلله تعالٰی مونږ ته خپل پاک ذات ښکاره کړې دې او مونږ پهٔ خپلو سترګو دَ هغهٔ دیدار کړې دې۔
(شرح سفر السعادت) ۔۔۔۔۔ د جُمعې پهٔ ورځ څومره لوېٔ نعمت ورکړې شو۔
نمبر۱۱۔ هره ورځ دَ غرمې پهٔ وَخت دَ دوزخ اور تیزولې شې، خو دَ جُمعې پهٔ برکت دَ جُمعې پهٔ ورځ نه تیزیږې۔
نمبر۱۲۔ نبې کریم ﷺ دَ یوې جُمعې پهٔ ورځ فرمائیلې وو۔ اې مسمانانو” دا ورځ الله تعالٰی دَ مسلمانانو دَ اختر ورځ کړې ده۔ پهٔ دې ورځ غُسل کویٔ دَ چا سره چې خوشبوئی وې خوشبوئی لګوﺉٕ۔ او مسواک ضرور کویٔ۔ (ابنِ ماجه)۔
دَ جُمعې اداب
نمبر۱۔ هر مُسلمان ته پکار دې چې دَ جُمعې انتظام دَ پنجشبې دَ ورځ نه شروع کړې۔ دَ پنجشنبې پهٔ ورځ دَ مازیګر نه پس دې استغفار زیات کوې، دَ اغوستې جامې دې صفا کړې که ممکن وې دَ خوشبویېٔ انتظام دې وُکړې چې دَ جُمعې پهٔ ورځ کارونو نه وُزګار وې۔ مشرانو وئیلې دې چې دَ جمعې فائده به دَ ټولو نه زیاته هغه چاته رسې چې څوک ېٔ انتظار کوې او څوک ېٔ دَ پنجشنبې دَ ورځ نه انتظام کوې دَ ټولو نه زیات بدنصیبه هغه دې چاته چې دا هم معلومه نه وې چې جُمعه ده ۔ تر دې چې سحر دَ خلقو نه تپوس کوې چې نن دَ څه ورځ ده۔ بعضې مشرانو دَ جُمعې شپه پهٔ جامعه مسجد کښې تیروله دَ زیات اهمیّت په وجه۔ (احیاء العلوم)۔
نمبر۲۔ بیا دَ جُمعې په ورځ دې بدن ښهٔ صفا کړې غُسل دې وُکړې او په سر کښې دې تیل وُلګوې دَ مسواک هم ډیر فضیلت دې۔
نمبر۳۔ دَ جُمعې پهٔ ورځ دَ غُسل نه پس دې ښې او پاکې جامې واغوندې او که ممکنه وې نو خوشبوئی دې هم وُلګوېٔ او نوکونه دې پریکړې جامع مسجد ته دې دَ وخته لاړ شې څو چې څومره مخکښې لاړو دومره ېٔ ډیر ثواب دې۔ نبې کریم ﷺ فرمائیلې دې چې کوم جماعت کښې چې دَ جُمعې مونځ کیږې دَ جُمعې په ورځ هغې پهٔ دروازه فرښتې ولاړې وې۔ چې څوک وړومبې راشې دَ هغه اؤ چې څوک ورپسې راشې دَ هغهٔ دغَسې په ترتیب ترتیب دَ ټولو نومونه لیکې څوک چې مخکښې راغلې وې دَ هغه دومره ثواب کیږې لکه څوک چې دَ خداېٔ په لار کښې اوښ قربان کړې۔ بیا داسې لکه چې څوک غوا قربان کړې بیا لکه چرګ حلال کړې بیا لکه هګیٔ خیراتې ورکړې۔ بیا خطبه شروع شې نو فرښتې دا دفتر بند کړې او اؤریدو ته کښینې(صحیح مسلم او بخارې شریف) پهٔ اوله زمانه کښې دَ سحر په وخت او دَ سحر نه پس به لارې کوڅې پهٔ نظر ډکې راتلې ټول خلق به سحر وختې جامع مسجد ته تلل او سخته ګنړه به وه لکه دَ اختر پهٔ ورځ چې وې۔ کله چې دا طریقه ختم شوه نو خلقو وئیل چې دا وړومبې بدعت شروع شو په اسلام کښې یعنې یو نوې کار شروع شو۔ اِمامِ غزالېؒ فرمائی چې مُسلمانانو ته شرم ولې نه ورځې چې یهودیان او عیسایان خو دَ خپل عبادت پهٔ ورځ (دَ خالې او اتوار په ورځ) سحر وختې خپلو عبادتخانو ته ځې او دَ دُنیا طالبان څومره سحر وختې بازارونو ته دَ سود سودا دَ پاره رسې۔ نو دَ دین طالبانو ته ولې شرم نه ورځې (احیاءالعلوم) درحقیقت مُسلمانانو په دې زمانه کښې دَدې ورځې قدر ډیر کم کړې دې ډیرو خلقو ته دا پته هم نه لګې چې نن دَ څه ورځ ده۔ هغه ورځ چې څه زمانه کښې به مُسلمانانو ته دَ اختر نه هم زیاته وه پهٔ کومه ورځ چې نبې کریم ﷺ فخر کولو، کومه ورځ چې وړومبو اُمتونو ته نه وه نصیب شوې۔ افسوس چے نن دَ مُسلمان دَ لاسه دَ هغې ورځې دومره بې قدرې کیږې۔ دَ خداېٔ پاک دَ نعمت داسې بې قدرې کول سخته ناشکرې ده۔ او دَ هغې وَبال مونږ پهٔ خپلو سترګو وینو۔ اِناَّ لِلّٰهِ وَاِنَّا اِلیهِ رَاجِعُون۔
نمبر۵۔ دَ جُمعې مانځه ته پیاده تلو کښې پهٔ قدم باندې دَ یو کال دَ روژې ثواب حاصلیږې(ترمذې شریف)۔
نمبر۶۔ نبې کریم ﷺ به دَ جُمعې پهٔ ورځ دَ سَحر پهٔ مانځه کښې سُورة الؔمّ سجده او هَل اَتٰی علی الاِنسَانِ لوستو۔ اوس هم دَ سحر پهٔ مانځه کښې دا دواړه سُورتونه لوستل مستحب دې۔
نمبر۷۔ دَ جُمعې پهٔ مانځه کښې به نبې کریم ﷺ سورة جمعه او سورة مُنافِقُون یا ”سَبِّحِ اسمَ رَبِّکَ الاَعلٰی او ”هَل اَتٰکَٔ حَدِیثُ الغَاشِیَةِ “ لوستو۔
نمبر۸۔ دَ جُمعې پهٔ ورځ دَ مانځه نه وروستو سورهٔ کهف لوستو کښې ډیر ثواب دې ۔ نبې کریم ﷺ فرمائیلې دې دَ جُمعې پهٔ ورځ چې څوک سُورهٔ کهف لولې دَ هغهٔ دَ پاره به دَ عرش دَ لاندې دَ اسمان برابر اُوچت نُور څرګند شې چې هغه به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ تیارهٔ نه بچ کوې۔ او دَ دغې جُمعې نه وړاندې بلې جُمعې پورې څومره ګُناهونه چې ېٔ کړې وې، هغه به ټول معاف شې (شرح سفر السعادت) عُلماؤ لیکلې دې چې دَ ګُناهونو نه مُراد واړهٔ ګُناهونه دې۔ ځکه چې کبیره ګُناهونه بې توبې نهٔ معاف کیږې والله اعلم ۔
نمبر۹۔ دَ جُمعې پهٔ ورځ درود شریف لوستو کښې هم دَ نورو ورځو نه زیات ثواب دې۔ ددې وجهې نه اَحادیثو کښې راځې چې دَ جُمعې پهٔ ورځ درود شریف ډیر لولېٔ۔
دَ جُمعې دَ مانځه فضیلت
دَ جُمعې مونځ فرض عَین دې دَ قران شریف او متواتِرو احادیثو او اجماعِ اُمَّت نه ثابت دې او دَ اِسلام دَ لویو شعائرو نه دې ددې نه مُنکر کافر دې او بې عُذره پریښُونکې ېٔ فاسق دې۔
نمبر۱۔ یا اَیُّهَا الَّذِینَ اٰمَنُوا اِذَا نُودِیَ للصَّلوٰةِ مِن یَّومِ الجُمُعَةِ فَاسعَوا اِلٰی ذِکرِ اللهِ وَ ذَرُوا البَیعَ ذٰلِکُم خَیرُلَّکُم اِن کُنتُم تَعلَمُونَ۔
چې دَ جُمعې دَ مانځه دَ پاره اذان او وَئیلې شې نو تاسو دَ الله تعالٰی دَ ذکر دَ پاره منډه کړیٔ او سُود سودا پریږدېٔ دغه دَ ستاسو دَ پاره بهتره ده که تاسو پوهیږېٔ۔ دَ ذکر نه مراد دلته کښې خطبه او دَ جُمعې مونځ دې۔ دَ منډې وَهَلو نه مَطلب اهتمام کول دې۔
نمبر۲۔ نبې کریمﷺ فرمائیلې دې څوک چې دَ جُمعې پهٔ ورځ غُسل وُکړې او دَ خپل طاقت سره صفائی وکړې پهٔ سر کښې تیل او خوشبوئی وُلګوې او مانځه ته لاړ شې۔ او چې جماعت ته ورشې نو څوک دَ خپل ځاېٔ نه بیځایه نه کړې۔ بیا چې څومره نوافل ېٔ پهٔ قسمت کښې وې هغهٔ وُکړې چې امام خطبه شروع کړې نو دې وخته ټول ګُناهونه به ورته خداېٔ پاک معاف کړې(بخارې شریف)۔
نمبر۳۔ نبی کریمﷺ فرمائیلې دې څوک چې دَ جُمعې پهٔ ورځ غُسل وُکړې او سحر وختې جامع مسجد ته پیاده لاړ شې، سورنه، بیا خطبه واؤرې، او خطبې تر مینځه څه لغوه خبرې ونکړې نو هغه ته به پهٔ هر قدم باندې دَ یَو پوره کال دَ عبادت ثواب ورکولې شې۔ دَ یَو کال دَ روژې او دَ یَو کال دَ مونځونو (ترمذې شریف)۔
نمبر۴۔ ابنِ عمرؓ او ابوهُریرهؓ فرمائی چې مونږ دَ نبې کریمﷺ نه اوریدلې دې چې خلق دِ دَ جُمعې دَ مانځه دَ پریښونه منَع شې ګنې نو خداېٔ پاک به دَ هغوېٔ پهٔ زړونو باندې مُهر وُلګوې۔ بیا به هغوېٔ پهٔ سخت غفلت کښې پریوځې (صحیح مُسلم شریف)۔
نمبر۵۔ نبې کریمﷺ فرمائیلې دې” څوک چې درې جُمعې دَ سُستیٔ پهٔ وجه بې عذره دَ جُمعې مونځ پریږدې دَ هغه پهٔ زړهٔ باندې به خداېٔ پاک مُهر وُلګوې۔ او یو روایت دې چې خداوندِ عالم به دَ هغهٔ نه بیزاره شې(ترمذې شریف)۔
نمبر۶۔ طارق ابنِ شهابؓ فرمائی چې نبې کریمﷺ فرمائیلې دې چې دَ جُمعې مونځ پهٔ هر مسلمان باندې فرض دې۔ خو پهٔ څلورو کَسو نشته۔ غلام،چې دَ شریعت مطابق غلام وې۔ ”ښځه،نابالغه هلک، ناجوړه،(ابوداؤد شریف)
نمبر۷۔ ابنِ عمرؓ روایت کوې چې رسول الله ﷺ دَ جُمعې ترک کوونکو پهٔ حق کښې فرمائیلې دې چې زما پخه اراده ده چې دَ ځان پهٔ ځاېٔ څوک امام کړم او خپله دَ هغې کسانو کورونه اوسوزَوم څوک چې دَ جُمعې مانځه ته نه حاضریږې(صحیح مسلم شریف) دا قسم حدیث دَ جمعِ دَ مانځه پریښونکې پهٔ حق کښې هم راغلې دې۔
نمبر۸۔ اِبنِ عبّاسؓ فرمائی چې نبې کریم ﷺ فرمائیلې دې چې څوک بې عُذره دَ جُمعې مونځ ترک کوې هغه منافق لیکلې شې۔ پهٔ هغه کتاب کښې چې دَ تغیّر او تبدیلېٔ نه محفوظ دې(مشکوٰة شریف) یعنې دَ هغهٔ دَ نفاق حُکم به همیشه دَ پاره وې۔ البته که توبه وُباسې یا ورباندې خداېٔ پاک خپل رحم وُکړې نو دا بیله خبره ده۔
نمبر۹۔ حضرت جابرؓ روایت کوې چې نبې کریمﷺ فرمائیلې دې څوک چې پهٔ خداېٔ پاک او دَ قیامت پهٔ ورځ باندې ایمان لرې پهٔ هغهٔ باندې دَ جُمعې پهٔ ورځ دَ جُمعې مونځ کول فرض دې۔ مګر مریض، مسافر، ښځه او غلام مستثنٰی دې نو که څوک څه لغوه کار یا تجارت کښې مشغول شونو خداېٔ پاک هم دَ هغهٔ نه اعراض کوې۔ هغه ډیر بې پرواه او دَ تعریف قابل دې(مشکوٰة شریف) یعنې هغه دَ چا دَ عبادت پرواه نه لرې۔ او نه ېٔ هغهٔ ته څهٔ فائده شته۔ دَ هغه ذات پهٔ ټولو صفتونو کښې کامل دې که څوک دَ هغهٔ تعریف وُکړې او که وُنکړې۔
نمبر۱۰۔ اِبنِ عباسؓ نه روایت دې چې هغهٔ به فرمائیل چا چې پهٔ مخه څو ځله دَ جُمعې مونځ پریښو هغهٔ اسلام ته شاکړه(اشعته اللمعات)
نمبر۱۱۔ دَ اِبنِ عباسؓ نه چا تپوس وُکړو چې یَو سړې مړ شو۔ هغهٔ دَ جُمعې او دَ جَمعِ مانځه کښې نهٔ شریکیدو دَ هغهٔ پهٔ باره کښې ستاسو څهٔ خیال دې؟ هغهٔ جواب ورکړو هغه به دوزخ ته ځې۔ هغه سړې پوره یو میاشت دَ اِبنِ عباسؓ صاحب نه دغه تپوس کولو او هغهٔ به هم دغه جواب ورکولو(احیاءالعلوم) ددې حدیثونو نه پهٔ سَر سرې نظر همدغه نتیجه راویستې شې چې پهٔ شریعت کښې دَ جُمعې دَ مانځه سخت تاکید شوې دې۔ دَ پریښونکې پهٔ حق کښې ېٔ دَ سخت عذاب وعید راغلې دې۔ ددینه پس هم څوک سَرَه دَ اِسلام دَ دعوې، دَ جُمعې دَ مانځه پریښو جرأت کولې شې۔
دَ جُمعې دَ مانځه واجب کیدو شرطونه
”ا“ مقیم کیدل،په مُسافر جُمعه نشته”۲“ روغ جوړ کیدل، پهٔ مریض نشته،داسې مریض چې جامع مسجد ته تلو کښې ورته تکیف وې که دَ بوډاوالې نه څوک جامع مسجد ته نشې تلې،یا ړوندوې نظر ېٔ نه لګې داهم پهٔ مرض کښې شمار دې۔ ”۳“ازاد کیدل،پهٔ غلام دَ جُمعې مونځ نشته۔ ”۴“سړې والې، پهٔ ښځه نشته
”۵“کوم عذرونه چې دَ جمعِ دَ پریښو دَ پاره معتبر دې دَ هغې نه خالې کیدل۔ مثلاً که سخت باران وې یا دَ چا مریض تیماردارې کوې یا جامع مسجد ته تلو کښې دَ دښمن له طرفه څهٔ خطره وې نو پهٔ داسې کسانو دَ جُمعې مونځ واجب نه دې۔ که یَو سړې سره ددې چې واجب پرې نه وې دَ جُمعې مونځ وُکړې نو مونځ ېٔ کیږې او دَ ماسپښین مونځ به ترې ساقط شې۔
دَ جُمعې دَ مانځه دَ صحیح کیدو شرطونه
نمبر۱۔ ښهر یا قصبه، پهٔ بانډه یا ځنګل کښې دَ جُمعې مونځ صحیح نه دې۔ البته که دَ بانډې ابادې ډیره وې درې څلور زره کورونه وې نو بیا ورکښې جُمعه کیدې شې۔
نمبر۲۔ دَ ماسپښین وخت کیدل، دَ وَخت نه مخکښې یا دَ وخت تیریدو نه پس دَ جُمعې مونځ جائز نه دې۔ تردې چې که دَ مانځه کولو پهٔ حالت کښې دَ ماسپښین وَخت ختم شو نو مونځ به ېٔ فاسد شې، اګر چې اخره قعده ېٔ تر تشهّده کړې وې۔ پهٔ دغه وجه دَ جُمعې دَ مانځه قضا نشته۔
نمبر۳۔ خطبه، یعنې دَ خلقو مخکښې دَ الله تعالٰی ذکر کول۔ که صرف سُبحانَ الله یا اَلحَمدُلِلهِ ووئیلې شې هم، اګر چې صرف دغه قدر وَینا دَ سُنت طریقې نه دَ مخالفت پهٔ وجه مکروه ده بیا هم مونځ به ېٔ صحیح شې۔
نمبر۴۔ جماعت یعنې دَ اِمام نه سیوا کم نه کم درې کسه دَ خطبې دَ شروع کیدو نه دَ اول رکعت تر سجدې پورې موجود کیدل ضرورې دې خو دا درې کسه داسې پکار دې چې دَ امامتیٔ قابل وې۔ صرف ښځې یا نابالغه هلکان منظور نه دې۔ درې کسان موجود کیدل ضرورې دې۔ اګر که هغه درې کسان لاړ شې چې خطبه ېٔ اؤریدلې وې او نور درې کسان مانځه دَ پاره راشې۔
نمبر۷۔ که دَ سجدې کولو نه مخکښې خلق خوارهٔ شې او دَ اِمام سره دَ درې کسو نه کم پاتې شې نو مونځ به ېٔ مات شې او که دَ ړومبیٔ سجدې کولو نه پس لاړ شې نو څهٔ حرج ېٔ نشته۔
نمبر۸۔ عام اجازت پهٔ داسې خاص ځاېٔ کښې دَ جُمعې مونځ کول چې عامو خلقو ته دَ راتلو اجازت نه وې جائز نهٔ دې۔ یا که دَ جُمعې پهٔ ورځ ځنې کسان دَ جامع مسجد دروازه بنده کړې چې نور خلق نه شې راتلې نو هم مونځ ېٔ نه کیږې۔
دا شرطونه کوم چې دَ مانځه دَ صحت دَ پاره بیان شو۔ که دا موجود نه وې او یَو کس دَ جُمعې مونځ وُکړې نو دا مونځ نه کیږې۔ دَ هغهٔ پهٔ ذمه دَ ماسپښین مونځ کول باقې دې۔ هغه به دا مونځ کوې او دا کړې مونځ به ېٔ نفل شې۔ او چونکه نفل پهٔ جَمعَ او پهٔ داسې اهتمام سره کول مکروه دې، پهٔ دې وجه داسې ځایونو کښې چې دَ جُمعې شرائط پکښې نه پوره کیږې دَ جُمعې مونځ کول مکروهِ تحریمې دې۔
دَ جُمعې خُطبَه
نمبر۱۔ چې ټول خلق جماعت ته راجَمعَ شې نو امام ته پکار دې چې پهٔ ممبر کښینې او مؤذّن دَ هغه مخې ته ودریږې اذان وُکړې دَ اذان نه پس دې امام خطبې ته وُدریږې۔
نمبر۲۔ پهٔ خطبه کښې دولس څیزونه سنّت دې۔”۱“ دَ خُطبې دَ پاره وُدریدل”۲“دوه خطبې لوستل”۳“دَدوه ؤ خطبو مینځ کښې پهٔ قدر د درې ځله سُبحَانَ الله وَینا کښیناستل”۴“ دَ دواړو بې اودسیو نه پاک کیدل”۵“ دَ خطبې وینا پهٔ وخت کښې خلقو طرفته مخ کول”۶“ دَ خطبې شروع کولو نه مخکښې پهٔ زړهٔ کښې اَعُوذُ باالله مِنَ الشَّیطَانِ الرَّجیم وئیل ”۷“ خطبه پهٔ دومره اوچت اواز وئیل چې خلق ېٔ واؤرې”۸“ پهٔ خطبه کښې دا اتهٔ خبرې کول ، دَ خداېٔ شکر، دَ خداېٔ تعریف، دَ توحید او رسالت شهادت، وعظ و نصیحت، دَ قران مجید دَ یو ایت یا سورة تلاوت، پهٔ دویئمه خطبه کښې بیا دَدې خبرو دوباره کول، پهٔ دویئمه خطبه کښې دَ وعظ و نصیحت پهٔ ځاېٔ ټولو مُسلمانانو ته دُعا کول، دا ټولې اتهٔ خبرې شوې، چې پهٔ خطبه کښې راوستل سُنت دې۔”۹“خطبه دَ مانځه نه مختصره وئیل”۱۰“ خطبه پهٔ ممبر باندې لوستل که ممبر نه وې نو پهٔ همسا یا دَ بل څهٔ پهٔ مدد وُدریدل او دَ ممبر سره پهٔ همسا تکیه کول او دواړه لاس یَو بل دَ پاسه کیښول لکه چې نن صبا عام عادت شوې دې منقول نهٔ دې۔ ”۱۱“ دواړه خطبې پهٔ عربیٔ کښې وئیل ۔ پهٔ بله ژبه کښې وینا یا ورسره دَ بلې ژبې اشعار وئیل لکه چې نن صبا اکثرو ځایونو کښې کیږې دَ سُنت طریقې نه خلاف او مکروهِ تحریمې دې(ص۲۵ جلد۱ امدادالفتاوې)۔
”۱۲“ خطبې اؤریدونکو دَ پاره قبلې طرفته مخ کول۔ پهٔ دویئمه خطبه کښې دَ نبی کریمﷺ آل او اولاد، اصحابو، او نیکو بیبیانو، خلفاېٔ راشدینو او حضرت حمزهؓ او حضرت عباسؓ ته دعا کول مُستحب دې۔ د اِسلام بادشاهته دُعا کول هم جائز دې ۔ خو دَ هغهٔ غلط تعریف کول مکروه تحریمې دې۔
نمبر۳۔ چې امام خُطبې ته وُدریږې دَ هغې نه پس تر څو چې خُطبه ختم نهٔ وې مونځ کول یا خپلو کښې خبرې کول مکروهِ تحریمې دې۔ البته صاحب ترتیب دَ پاره قضا مونځ جارویستل جائز بلکه واجب دې۔
نمبر۴۔ چې خطبه شروع شې نو پهٔ ټولو حاضرینو کسانو خطبه اؤریدل واجب دې دَ اِمام سره نزدې وې او که لرې خو داسې کار کول چې خطبه اؤریدو کښې خلل اَچوې مکروه تحریمې دې، خوراک څښاک، خبرې اترې، ګرزیدل ، سلام یا دَ سلام جواب، تسبیح وینا، یا څهٔ مسٔله ښیئل دَغَسې منع دې لکه چې دَ مانځه پهٔ حالت کښې منع دې۔ البته خطیب پهٔ خُطبه کښې دَ شرعې مسٔلې جواب ورکولې شې۔
نمبر۵۔ که سنتو یا نفلو کښې خُطبه شروع شې نو ښه داده چې سُنّتِ مؤکدّه پوره کړې شې۔ او پهٔ نفلو کښې دوه رکعته باندې سلام وُګرزَوې۔
نمبر۶۔ دَ دواړو خُطبو مینځ کښې دَ ناستې پهٔ وخت کښې اِمام او مقتدیانو دواړو دَ پاره دُعا ته لاس اُوچتَول مکروهِ تحریمې دې۔ البته که بې لاس وچتَولو پهٔ زړهٔ کښې دُعاء غواړې پهٔ دې شرط چې پهٔ ژبه څه نه وائی۔ نه پهٔ ورو ورو او نه پهٔ زوره، نو خیر دې خو رسول کریمﷺ یا اصحابو نه منقول نه ده۔ اؤ دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې شته، همیشه دَ پاره داسې کولو نه عام خلق دا خیال کوې چې دابه ضرورې وې پهٔ دې وجه همیشه دَ پاره دَ دواړو خطبو پهٔ مینځ کښې دُعا غوښتل بدعت دې۔
نمبر۷۔ خُطبه پهٔ کتاب کښې کتلو باندې وئیل جائز دې۔
نمبر۸۔ د نبې کریمﷺ نوم که پهٔ خطبه کښې راشې نو اوریدونکو ته پهٔ زړهٔ کښې درود شریف وَینا جائز ده۔ پهٔ زوره وَینا ښه نهٔ ده۔
دَ نبې عَلَیهِ السَّلَام خُطبه دَ جُمعې پهٔ ورځ
دَ رسول کریمﷺ دَ خُطبې نقل کولو نه غرض دا نه دې چې همیشه دَ پاره دې هم دغه خُطبه وئیلې شې۔ خو کله کله ېٔ دَ تبرّک دَ پاره وئیل پکار دې۔ دَ حضورﷺ عادت دا وو چې کله به خلق راجَمعَ شونو هغویٔ به دَ خپلې حُجرې نه راغلل پهٔ جَمع به ېٔ سلام وَچَولو۔ حضرت بلالؓ به اذان وُوې۔ چې اذان به ختم شو نو هغه به وُدریدل۔ خُطبه به ېٔ شروع کړه۔ تر څو پورې چې ممبر نه وو جوړ شوې هغوېٔ به دَ همسا یا لیندې پهٔ تکیه وُدریدل ۔ او کله کله به دَ لرګې ستنې ته تکیه لګوله، کومه چې دَ مِحراب پهٔ خوا کښې ولاړه وه۔ دَ ممبر جوړیدو نه پس بیا دَ هغوېٔ پهٔ څهٔ شې باندې تکیه منقول نه ده(۔۔زادالمعاد جلد۱) هغوې به دوه خطبې لوستې او دواړو پهٔ مینځ کښې به لږ کښیناستو پهٔ دغه وخت کښې به ېٔ نه خبرې کولې به به ېٔ دُعا کوله۔ چې دَ دویئمې خطبې نه به وزګار شو نو حضرت بلالؓ به اقامت وکړو او هغوېٔ به مونځ شروع کړو۔ دَ خُطبې لوستو پهٔ وخت کښې به دَ هغوېٔ ۔۔۔۔۔ اوچت شو او سترګې مبارکې بهٔ ېٔ سرې شوې۔ دَ مُسلم شریف روایت دې چې دَ خُطبې پهٔ وَخت کښې به دَ حضرتﷺ حالت داسې وو لکه چې سړے دَ دُښمن دَ لښکر دَ نزدې رارسیدو خبر چاته ورکوې۔ اکثربه ېٔ پهٔ خُطبه کښې فرمائیل
” بُعِثتُ اَنَا وَالسَّاعَةُ کَهَاتَینِ“ زهٔ او قیامت دواړه داسې سره سره راستولې شوې یُو۔ دَ شهادت توته او مینځه ګوته بهٔ ېٔ سره یَو ځاېٔ کړې دَ هغې نه پس به ېٔ وُفرمائیل۔
اَمَّا بَعدُ فَاِنَّ خَیرَالحَدیثِ کِتَابُ اللهِ وَ خَیرَالهَدیِ هَدیُ مُحَمَّدٍ وَ شَرُّالُاُمُورِ مُحدَ تَلهّٰا وَ کُلُّ بِدعَةٍ ضَلَالَالَةٍ اَنَا اَولٰی بِکُلّ مُؤمِنٍ مِن نَفسِهِ۔ مَن تَرَکَ مَالاً فَلِاَهلِهِ وَمَن تَرَکَ دِیناً او ضِیَاعًا فَعَلیَّ۔
او کله کله به ېٔ دا خطبه وَئیله۔
النّانُ تُوبُوا قَبلَ اَن تَمُوتُوا وَبَادِرُوابِالاَعمَالِالصَّالِحَةِ وَ صِلُواالَّذې بَینَهُ وَ بَینَ رَبِّکُم بِکَثرةِ ذِکرِکُم لُهُ وَ کَثرَةِ الصَّدَقَةِ بالسِّرِّ وَالعَلاَنِیَةِ تُوجَرُو تُحَمَّدو وَتُرزَقُوا وَاعلَمُوا اَنَّ اللهَ قَد فَرَضَ عَلَیکم الجُمعَةَ مکتوبة فیِ مَقامې هٰذ فی شهری هٰذا اِلٰی یَومِ القِیَامَةِ مَن وَجَدَ اِلَیهِ سَبیلاً فَمَن تَرَکَهَا فِی حَیاتی او بعدې جُحُودًا بِهَا او استحقاقاً بِها وَ لهُ اِمَام جَاءرُ او عال فلا جَمعَ اللهُ شَمله ولا بارک لهُ فی امرهِ الا وَلاَ صَلوٰةَ لهُ الا وَلا صَومَ له الاوَلا زَکوٰةَ لهُ الاولا حَجَّ لهُ ولا برَّ حتیّٰ یَتوب اللهُ فاِن تاب، تابَ اللهُ اَلا وَلا توءَمَّنَّ امراءَةُ رَجُلاً الا وَلا یوءُمَّنَ اعرابیُّ مُهاجرًا اَلا ولا یومَّن فاجر مومنا الاّ انَّ یقهره سُلطان یخافُ سیفَهُ وَسَوطَهُ(ابنِ ماجه شریف)
او کله به ېٔ دا خُطبه لوسته
اَلحَمدُ للهِ نَحمَدُهُ وَ نَستَعِینُهُ و نَستغفِرُهُ و نعوذ بالله من شرور انفسنا و من سیٔات اعمالن من یهده الله فلا مضل له و من یضلله فلا هادی له و اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریک له ا اشهد ان محمدا عبده ورسوله ارسله بالق بشیر و نذیر بین یدی الساعت من یطع الله ورسوله فقد رشد واهتدی و من یعصهما فانه لا یضر الا نفسه ولا یضرالله شیٔا(ابودؤد شریف) یو صحابې فرمائی چې حضرتﷺ په خطبه کښې سُورة قؔ ډیر ډیر وئیلو تر دې چې ما سورهٔ قؔ دَ هغویٔ نه پهٔ اؤریدو یاد کړو(مُسلم شریف) اؤ کله به ېٔ سُورهٔ والعَصر وئیلو کله به ېٔ ”لا یستوی اصحاب النار و اصحاب الجنة اصحاب الجنة هم الفایِٔزون“
او کله ونادو یا مالک لیقض علینا ربک قال انکم ماکثون۔
دَ جُمعې دَ مانځهٔ مَسٔلې
نمبر۱۔ ښه داده چې څوک خطبه ولولې هُم هغه دې امامتی وُکړې او که بل څوک ېٔ وُکړې هم جائز ده۔
دَ خُطبې ختمیدو نه پس فورًا مونځ شروع کول پکار دې۔ دَ خُطبې او مانځه تر مینځه څه دُنیاوې کار کول مکروه دې۔ که تر مینځه ېٔ ډیر تیر شې نو دَ خُطبې دوباره کول پکار دی۔ البته که څهٔ دینې کار وې لکه شرعې مسٔله کښې مشغول وی یا اودس کوی یا ورته معلومه شوه چې دَ غُسل حاجت دے راته او غُسل کوی خو دَ خُطبې دَ پاره کولو حاجته نشته او دَ جُمعې دَ مانځه نیت دادې ۔ دوه رکعته فرض دَ جُمعې مونځ کوم۔
ښه دَ پاره چې دَ جُمعې مونځ پهٔ یو ځاېٔ کښې پهٔ جُماعت کښې ټول خلق پهٔ جَمع وُکړې۔ اګر چې پهٔ ګنړو جماعتونو کښې کول هم جائز دې۔
نمبر۵۔که یو سړې پهٔ قعده اخیره کښې دَ اَلتَّحیَّات پهٔ وَخت شریک شې یا پهٔ سجدهٔ سَهَو کښې شریک شې هم هغه ته دَ جُمعې مونځ پوره کول پکار دې۔ دَ ماسپښین دَ مانځه حاجت ورته نشته۔
نمبر۶۔ بعضِ خلق دَ جُمعې نه پس دَ ماسپښین مونځ اِحتیاطی کوې چونکه پهٔ دې دَ عوامو عقیده خرابیږې پهٔ دې وجه دا قطعًا منع کول پکار دې۔ البته که څوک عالِم دَ څهٔ شک پهٔ موقع ځانته کوې نو خیر دې۔ خو بل څوک دې پرې نه خبروې۔
دَ اخترونو مونځ
نمبر۱۔ دَ شوال دَ میاشتې وړمبې تاریخ پهٔ اسلام کښې دَ اختر وئیلې شې او دَ ذی الحجې لسم(۱۰) تاریخ ته لوېٔ اختر ۔ دا دواړهٔ ورځې پهٔ اِسلام کښې دَ اختر او دَ خوشحالیٔ ورځې دې او پهٔ دواړو ورځو کښې دوهٔ دوه رکعته مونځ دَ شکرییٔ واجب دې۔ کوم شرطونه چې دَ جُمعې دَ مانځه دې هم هغه دَ اَخترونو دَ مانځه دې سِوا دَ خُطبې نه چې دَ جُمعې دَ مانځه دَ پاره خطبه شرط ده او دَ مانځهٔ نه مخکښې وئیلې شې او دَ اخترونو خُطبه اوریدل هم دغه شان واجب دې څنګه چې دَ جُمعې واجب دې۔ پهٔ مینځ کښې خبرې اترې یا مونځ یا بل څه کار کول ناجائز دې۔ دَ دواړو اخترونو پهٔ ورځ دیارلس کارونه کول سنت دې۔
”ا“ دَ شرع مطابق ځان سمبالَول”۲“ غُسل کول ”۳“ مسواک کول ”۴“ ښې جامې اغوستل ”۵“ خوشبوئی لګَؤل ”۶“ سحر دَ وخته پاسیدل ”۷“ دَ وخته عیدګاه ته تلل ”۸“ عیدګاه ته دَ تلو نه مخکښې خوږ شې خوړل ”۹“ عیدګاه ت دَ تلو نه مخکښې صدقه فطر ورکول ”۱۰“ دَ اَختر مونځ پهٔ عیدګاه کښې ادا کول یعنې بې عذره پهٔ ښهر کښې کول ښه نه دې ”۱۱“ چې پهٔ کومه لار تلې وې دَ هغې نه پهٔ بله لار واپس راتلل ”۱۲“ پیاده ”۱۳“ پهٔ لاره کښې اَللهُ اَکبَرُ اَللهُ اَکبَرُ لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَکبَرُ وَ لِلهِ الحَمدَ په ورو ورو وئیل۔
نمبر۲۔دَ واړهٔ اختر دَ مانځه طریقه دا ده چې داسې نیت وُکړې” دَ واړهٔ اختر دوه رکعته واجب مونځ ګُذارم سره دَ دواړو تکبیرونو، دَ نیت نه پس دِ اَللهُ اَکبَر او وائی لاس دې وُتړې۔ سُبحَانَکَ اللّٰهُمَّ دې پوره اُووائی بیا دې درې ځله اَللهُ اَکبَر وُوائی او هر ځل سره دې لاس تر غوږونو پورته کړې۔ او پهٔ مینځ کښې دې ېٔ اَویزاندَوې۔ دَ دوؤ تکبیرونو پهٔ مینځ کښې دَ درې ځله سُبحانَ اَلله وئیلو پهٔ اندازه ایساریدل پکار دې۔ دَ دریئم ځل تکبیر نه پس دې لاس نه اویزاندوې دَ نامهٔ لاندې دې ېٔ وُتړې او اَعُوذُبِاللهِ،بِسمِ اللهِ دَ وُلولې، سورهٔ فاتحه او بل څه سُورة دې هم وُلولې او دَ قاعدې مطابق دې رکوع سجده وُکړې۔او دویئم رکعت کښې دې اول سُوره فاتحه او سُورة وُلولې دَ هغې نه پس دې درې تکبیرونه وکړې۔ هر تکبیر سره دې لاس تر غوږونو پورته کوې۔ او دَ دوهٔ ؤ تکبیرونو تر مینځه دې اویزاندوې۔ دَ دریئم تکبیر نه پس دې بیا څلورم تکبیر اُووائی رکوع ته دې لاړ شې او دَ قاعدې مطابق دې رکوع ،سجده ، او قعده وُکړې او سلام دې وُګرزَوې۔
نمبر۳۔ دَ مانځهٔ نه پس دې اِمام پهٔ ممبر وُدریږې او دوه خطبې دې وُوائی۔ دَ دواړو خطبو مینځ کښې دې دومره کښینې لکه دَ جُمعې پهٔ خطبه کښې چې کښینې۔
نمبر۴۔ دَ خترونو دَ مانځهٔ نه پس دُعا غوښتل اګر چې دَ نبی کریمﷺ
یا اصحابو او تابعینو یا تبع تابعینو نه منقول نه ده۔ مګر عام طور هر مانځه نه پس دُعا غوښتل سُنت دې۔ پهٔ دې وجه دَ اختر دَ مانځه نه پس هم دُعا غوښتل ښهٔ دې۔
نمبر۵۔ دَ ختررونو پهٔ خطبه کښې دَ اَللهُ اَکبَر نه شروع پکار ده پهٔ ړومبیٔ خُطبه کښې نههٔ(۹) ځله اَللهُ اَکبَر او پهٔ دویئمه خُطبه کښې اوهٔ ځله اَللهُ اَکبَر وئیل پکار دې۔
نمبر۶۔ دَ لوېٔ اختر دَ مانځهٔ هم دغه طریقه ده۔ پهٔ هغې کښې هم هغه ټول څیزونه سُنت دې کوم چې واړهٔ اختر کښې دې۔ فرق صرف دومره دې چې دَ لوېٔ اختر پهٔ نیت کښې دَ وړوکې پهٔ ځاېٔ لوېٔ اختر یادَول پکار دې۔ پهٔ واړهٔ اختر کښې عیدګاه ته تلو نه مخکښې څهٔ خواږهٔ خوړل سُنت دې۔ او پهٔ لوېٔ اختر کښې نه خوړل سُنت دې اؤ دلته پهٔ زوره وینا پکار ده۔ ده واړهٔ اختر مونځ کښې لږ ناوخته کول ښهٔ دې او لوېٔ اختر کښې دَ وخته کول سُنت دې۔ پهٔ لوېٔ اختر کښې دَ صدقهٔ فطر پهٔ شان صدقه نشته۔ قربانې کول دې چې دَ چا طاقت وې۔او اذان او اقامت دَ دواړو اخترونو مونځونو کښې نشته دې۔
نمبر۷۔ پهٔ کوم ځاېٔ چې دَ اختر مونځ کیږې هلته کښې بل مونځ کول مکروه دې دَ مانځه نه مخکښې هم او وروستو هم البته دَ اختر دَ مانځه نه پس پهٔ کور کښې مونځ مکروه نه دې او دَ اختر دَ مانځه نه مخکښې پهٔ کور کښې هم مکروه دې۔
نمبر۸۔ ښځې او هغه کسان چې پهٔ څهٔ عذر دَ اختر مونځ کښې نه شریکیږې هغوېٔ ته هم دَ اختر دَ مانځه نه مخکښې نفل مونځ کول مکروه دې۔
نمبر۹۔ دَ واړهٔ اختر پهٔ خُطبه کښې دَ صدقهٔ فطر احکام او دَ لوېٔ اختر پهٔ خُطبه کښې دَ قربانیٔ مسٔلې او دَ تکبیر تشریق احکام بیانَول پکار دې۔ تکبیر تشریق یعنې دَ هر فرض مانځه نه پس یو ځل
اَللهُ اکبر،اللهُ اکبر،لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَکبَر اللهُ اَکبَر وَلِله الحَمدُ
وینا واجب ده، هلهٔ که دا مونځ پهٔ جمع شوې وې۔ چرته چې دَ اختر مونځ کیږې۔ دا تکبیرونه پهٔ ښځه او مُسافر په چاچې دَ اختر مونځ نه دې واجب ضرورې نه دې۔ البته که داسې سړې وې او دَ یو اِمام مقتدې شو چې پهٔ هغهٔ تکبیر واجب وې نو پهٔ دهٔ هم واجب شو۔ خوکه ځانته مونځ کؤونکې یا ښځه او مُسافر هُم تکبیر تشریق وائی نو ښهٔ دې۔ ځکه چې دَ صاحبینو پهٔ نِزد پهٔ دویٔ باندې هم واجب دې۔
نمبر۱۰۔ دا تکبیرونه دَ عرفې دَ ورځې یعنې دَ لوېٔ اختر دَ میاشتې دَ نهم(۹) تاریخ دَ سحر نه شروع کیږې او دَ دیارلسم(۱۳) تاریخ تر مازیګر پورې وې دا ټول درویشت(۲۳) مونځونه دې۔ چې ورپسې تکبیر وَینا واجب ده۔
نمبر۱۱۔ دا تکبیرونه پهٔ اوچت اواز وئیل واجب دې۔ البته که ښځې ېٔ وائی نو پهٔ ورو به ېٔ وائی۔
نمبر۱۲۔ دَ مانځه نه پس فوراً تکبیر وئیل ضرورې دې۔
نمبر۱۳۔ که دَ اِمام نه تکبیر وئیل هیر شې نو مقتدیان دې ېٔ فورًا وائی۔ دا انتظار دې کوې چې اِمام اووائی نو هلهٔ به وایُو۔
نمبر۱۴۔ دَ ختر دَ مانځه نه پس هم دَ بعضې علماؤ پهٔ نزد تکبیر واجب دې۔
نمبر۱۵۔ دَ اخترونو مونځ پهٔ ګنړو جماعتونو کښې جائز دې۔
نمبر۱۶۔ که دَ چَا نه دَ اَختر مونځ وُشو نو یوازې سړې بیا دَ اختر مونځ نه شې کولې ځکه چې پهٔ دې کښې جَمعَ شرط ده۔ البته که بلې جمعِ ته ځان رسَولې شې نو ښه ده۔ هم دغه شان که څوک دَ جَمعَ سره شریک شو خو پهٔ څهٔ وجه ېٔ مونځ مات شو۔ هغهٔ ېٔ قضا هم نشې کولې۔ نه پرِ قضا واجب ده۔ البته ک دَ ګنړو خلقو مونځ پهٔ څه وجه مات شوې وې نو بیا ورباندې قضا کول واجب دې۔ پهٔ جمعَ به ېٔ کوې۔
نمبر۱۷۔ که پهٔ څه عُذر دَ اختر پهٔ ړومبیٔ ورځ مونځ ونهٔ کړې شو نو دوړوکې اختر مونځ پهٔ دویئمه ورځ او دَ لوېٔ اختر تر دولسم(۱۲) تاریخ کولې شې۔
نمبر۱۸۔ دَ لوېٔ اختر مونځ که بې عذره هم تر دولسم تاریخ پاتې شې نو مونځ ېٔ کیږې۔ خو پاتې کول ېٔ مکروه دې۔ او دَ واړهٔ اختر که بې عُذره پاتې شې نو پهٔ دویئمه ورځ جائز نهٔ ده۔
دَ عُذر مثال“ؔ۱۔ لکه پهٔ څهٔ وجه پهٔ ړومبیٔ ورځ اِمام مونځ کولو دَ پاره رانشې یا سخت باران وې۔ یا دَ میاشتې تاریخ پوره معلوم نه وې دَ زوال نه پس معلوم شې یا پهٔ وریځ کښې ېٔ مونځ کړې وې وروتو معلوم شې چې دَ مانځه وخت ختم وو، زوال شوې وو۔
” که څوک دَ اختر مانځه کښې پهٔ داسې وَخت کښې شریک شې چې اِمام تکبیرونه وُوائی۔ اګر چې اِمام قرأت کوې او کهٔ پهٔ رکوع شریک شو نو که غالب خیال ېٔ دا وې چې که تکبیرونه وائی نو هم رکوع کښې به شریک شې۔ نو اول دې پهٔ ولاړې تکبیرونه وُوائی بیا دې رکوع ته لاړ شې۔ اؤ که دا خطره وې چې اِمام به دَ رکوع نه پورته شې نو نیت دې وُتړې پهٔ رکوع کښې دې شریک شې او دَ سُبحَانَ رَبِیَّ العَظِیم پهٔ ځاېٔ دې تکبیرونه وُوائی لاس دې نه پورته کوې۔ او که دَ تکبیرونو خلاصَوُلو نه مخکښې اِمام سَر پورته کړو نو دې دې هم وُدریږې څومره تکبیرونه چې پاتې شو هغه ورته معاف دې۔
”که دَ چا نه یَو رکعت لاړ وې چې هغه رکعت بیا کوې نو تکبیرونه به دَ قرأت نه پس وائی او دَ رکوع کولو نه مخکښې، اګر چې دَ قاعدې مطابق ورته دَ قرأت نه مخکښې وئیل پکار دې څنګه چې اِمام وئیلې وې۔خو پهٔ دې طریقه به دواړهٔ تکبیرونه مُتّصل راشې(ځکه چې اِمام پهٔ دویئم رکعت کښې دَ رکوع نه پس وئیلې دې) او داسې چرته نقل نهٔ دې۔ که دَ اِمام نه تکبیرونه هیر شو۔ پهٔ رکوع کښې ورته یاد شو۔نو بیا دې نه وُدریږې۔ پهٔ رکوع کښې دې ېٔ وُوائی۔ که اودریدو هم خیر دې۔ مونځ پرې نه ماتیږې لیکن بَهَرحال سجدهٔ سهَوبه نه کوې۔ دَ ګنړې پهٔ وجه۔
دَ اَخترونو دَ شپو فضیلت
حدیث شریف کښې راځې”څوک چې دَ وړوکې اختر پهٔ شپه او دَ لوېٔ اختر پهٔ شپه بیدار وو( عبادت دَ پاره) دَ هغوې زړونه به نه وې مړهٔ پهٔ هغه ورځ چې زړونه مړهٔ کیږې“ یعنې دَ قیامت پهٔ ورځ چې دَ هیبته زړونه پریوځې۔ پهٔ هغه ورځ به دوېٔ دَ هیبت او سختیو نه محفوظ وې۔
صفحه 262 دَ کعبې شریفې دننه مونځ کول
نمبر۱۔ څنګه چې دَ کعبې نه بَهَر کعبې طرف ته مخ کولو باندې مونځ کیږې دَغَسې دَ کعبې دننه هم کیږې هر طرف ته چې ېٔ مخ کړو جائز دې ځکه چې هر طرفته کعبه ده او څنګه چې نفل مونځ دَ کعبې دَننه جائز دې، دَغسې فرض مونځ جائز دې۔
نمبر۲۔ دَ کعبې شریفې پهٔ چت باندې هم مونځ جائز دې ځکه چې پهٔ کوم ځاېٔ چې دَ کعبې شریفې کوټه ده۔ هغه زمکه او دَ هغې برابر حصه پهٔ هوا کښې تر اسمانه پورې ټوله کعبه ده۔ دَ کعبې شریفې حد څه دیوالونو پورې نه دې، ځکه چې که څوک پهٔ اوچت غر باندې مونځ کوې چې دَ کعبې شریفې دَ دیوالونو ته ډیر اوچت وې هم مونځ ېٔ جائز دې۔ البته داده چې پهٔ چت باندې وُدریدلو کښې دَ کعبې شریفې بې حُرمتې ده۔ او نبې کریمﷺ دَ دینه منع کړې ده۔ پهٔ دې وجه چت باندې مونځ کول مکروهِ تحریمې دې۔
نمبر۳۔ دَ کعبې شریفې دننه ځانته مونځ هم جائز دې او دَ جَمعِ سره هم او هلته دا شرط هم نشته چې دَ اِمام او مقتدې مخ دې یو طرف ته وې ځکه چې هلته هر طرفته قبله ده۔ البته دا شرط ضرورې دې چې مقتدې دَ امام نه وړاندې نه وې ولاړ۔ که دَ مقتدې مخ دَ امام مخ طرفته وې نو هم خیر دې ځکه چې پهٔ دې شکل کښې مقتدې ته دَ اِمام نه مخکښې نشې وئیلې ۔ وړاندې به هله وو چې دَ دواړو مخ یو طرف ته وې او مقتدې دَ اِمام نه وړاندې وې۔ البته پهٔ دې شکل مونځ مکروه دې ځکه چې دَ بنې ادم طرف ته مخامخ مونځ کول مکروه دې۔ خو که څه شې پهٔ مینځ کښې پرده کړې شې نو مکروه به پاتې نه شې۔
نمبر۴۔ که امام پهٔ کعبه شریفه کښې دننه ولاړ وې او مقتدیان دَ کعبې شریفې نه بَهَر حلقه تړلې وه نو هم مونځ جائز دې خو چې صرف امام دَ کعبې شریفې دننه ولاړ وې او نور مقتدیان ورسره نه وې نو مونځ به ېٔ مکروه شې۔ ځکه چې دَ کعبې شریفې زمکه اوچته ده۔ نو دَ اِمام ځاېٔ به دَ مقتدیانو نه دَ بنې ادم دَ قد په اندازه اوچت وې۔
نمبر۵۔ که مقتدیان دننه وې او امام بَهَر وې نو هم جائز دې هله کله چې مقتدیان دَ اِمام نه وړاندې نه وې۔
نمبر۶۔ او که ټول بَهَر وې۔ یَو طرف ته امام وې و نور چاپیره ولاړ وې څنګه چې هلته عام عادت دې نو هم جائز ده ۔ خو هله چې دَ امام په طرف یَو مقتدې هم دَ امام نه کعبې شریفې ته نزدې نه وې ځکه چې پهٔ دې شکل کښې به مقتدیان دَ اِمام نه وړاندې شې البته که بل طرف ته مقتدیان دَ امام نه کعبې شریفې ته نزدې وې هم خیر دې۔ دَ هغې شکل دادې، اؔ،بؔ،دؔ، دَ کعبې شریفې ګوټونه دې۔ دَ ا،ب خط پهٔ طرف ”ه“ امام ولاړ دې۔ ”و“ دَ هغه پهٔ طرف او ”ز“ بل طرف ته مقتدیان دې۔ لیکن امام دَ کعبې شریفې دَ دیوال نه دوه ګزه لرې دې او ”و“ ”ز“ یو یو ګز دَ ”و“ مونځ نه صحیح کیږې ځکه چې دَ امام پهٔ طرف ولاړ دې او دَ ”ز“ صحیح دې ځکه چې پهٔ بل طرف دې۔
سجده تلاوت
نمبر۱۔ کهٔ یو سړې دَ اِمام نه دَ سجدې ایت واؤرې یا دَ هغې نه پس امام پسې نیت وُتړې نو دَ اِمام سره ورته سجده پکار ده۔ او ک امام سجدهٔ کړې وې نو پهٔ دې کښې دوه شکله دې۔ یو دا چې پهٔ کوم رکعت کښې دَ سجدې ایت وئیلې شوې وې هم هغه کعت کښې شریک شې نو هغه ته دَ سجدې ضرورت نشته۔ دې رکعت کښې شریکیدل داسې شو لکه چې سجده کښې شریک شوې وې۔ دویئم دا چې هغه رکعت کښې شریک نشې نو هغهٔ ته دَ مانځه نه پس بَهَر سجده کول پکار دې۔
نمبر۲۔ دَ مقتدې نه که دَ سجدې ایت واوریدې شې نو سجدهٔ نه واجبیږې نه پهٔ مقتدیانو او نه پهٔ دغه سړې۔ البته کوم خلق چې پهٔ مانځه کښې شریک نه وې۔ خواه بل مونځ کوې یا مونځ نه کوې۔ پهٔ هغو باندې سجده واجب ده۔
نمبر۳۔ سجده تلاوت کښې پهٔ قهقهه خندا باندې اودس نه ماتیږې لیکن سجدهٔ ېٔ ماته شوه۔
نمبر۴۔ دَ ښځې خوا کښې ؤدریدو باندې سجدهٔ تلاوت نه ماتیږې۔
نمبر۵۔ سجدهٔ تلاوت که پهٔ مانځه کښې واجب شوې وې نو فورًا ېٔ کول پکار دې۔ تاخیر ورکښې جائز نهٔ دې۔
نمبر۶۔ پهٔ مانځه کښې واجب شوې سجدهٔ تلاوت بَهَر نشې کیدې۔ او بَهَر واجب شوې پهٔ مانځهٔ کښې کول جائز نه دې۔ نو که څوک پهٔ مانځه کښې دَ سجدې دَ ایت تلاوت وُکړې او سجدهٔ وُنکړې دَ هغې ګُناه دَ هغهٔ پهٔ ذمه پاتې شوه اوس سِوا ددې نه چې توبه وُباسې او خداېٔ پاک ېٔ معاف کړې بله ذریعه ېٔ دَ خلاصې نشته۔
نمبر۷۔ که دوه سړې پهٔ جُدا جُدا اَسونو باندې سوارهٔ روان وې او مونځ کوې او دواړه هُم ایت دَ سجدې تلاوت کړې او دَ یَو بل تلاوت پهٔ مانځه کښې دواړهٔ واؤرې نو پهٔ هر یَو باندې صرف یوه سجدهٔ واجب ده۔ چې پهٔ دغه مانځه کښې بهٔ ېٔ کوې۔ او که یو سړې یو ایت پهٔ مانځه کښې وُوې او هم ایت ېٔ بیا دَ مانځه نه بَهَر واوریدو نو پهٔ هغهٔ دوه سجدې واجب دې۔ یوه به پهٔ هغه مانځه کښې کوې دَ تلاوت پهٔ وجه او بله به دَ مانځه نه بَهَر کوې دَ اوریدو پهٔ وجه۔
نمبر۸۔که دَ سجدې ایت چا پهٔ مانځه کښې اُووې او فورًا رکوع ته لاړو یا دوه درې ایته پس رکوع ته لاړو او دَ ټیټیدو پهٔ وخت کښې ېٔ دَ سجدهٔ تلاوت نیت وکړو نو سجدهٔ ېٔ وُشوه۔ او که دَغَسې فورًا یا دوه درې ایاته پس ېٔ رکوع وُکړه او دَ سجده تلاوت نیت ېٔ نه وو کړې او دَ مانځه په سجده کښې ېٔ دَ سجدې تلاوت نیت هم وُکړو یا ېٔ نیت او هم نکړو خو زیات تلاوت ېٔ نه وو کړې۔ نو سجدهٔ تلاوت به ېٔ وشې(اوکه دَ درې ایاتونو نه زیات ېٔ اووې او سجده ېٔ پهٔ مانځه کښې اونه کړه نو پهٔ ذمه ېٔ پاتې شوه۔ دَ مانځه پهٔ سجدهٔ هغه نه ادا کیږې۔
نمبر۹۔ دَ جُمعې، اخترونو او پټ قرأت والا مونځونو کښې دَ سجدهٔ تلاوت ایات لوستل نه دې پکار۔ ځکه چې پهٔ سجدهٔ کولو کښې بهٔ مقتدیانو ته شُبهه کیږې۔
دَ تراویحو مونځ
نمبر۱۔ وتر دَ تراویحو نه پس کول ښهٔ دې کهٔ چا مخکښې وُکړل هم جائز دي۔
نمبر۲۔ پهٔ تراویحو کښې دَ څلورو رکعتو نه پس دومره ساعت کښېناستل څومره ساعت چې دغه څلور رکعته شوے وي مُستحب دي البته کهٔ دومره ساعت کښېناستو کښې خلقو ته تکلیف وي یا دَ جمع دَ کمیدو خطره وي نو دَدے نه دې لږ کښېنې۔ بیا دَ ناستې پهٔ دې وخت کښې اختیار دے کهٔ څوک نفل کوي، کهٔ تسبیح لولي او کهٔ هسې کښېنی۔
نمبر۳۔ کهٔ یو سړي دَ ماسخوتن دَ مانځهٔ نه پس تراویح کړے وي او بیا ورته دا معلومه شي چې دَ ماسخوتن مونځ ېٔ پهٔ څهٔ وجه فاسد شوے دے نو هغهٔ به دَ ماسخوتن دَ مانځهٔ دَ اعادې سره تراویح هم دوباره کوي۔
نمبر۴۔ کهٔ دَ ماسخوتن مونځ چا دَ جمع سره نهٔ وي کړے نو تراویح دې هم جمع سره نه کوي ځکه چې تراویح دَ ماسخوتن دَ مانځه تابع دي۔ البته کومو خلقو چې دَ ماسخوتن مونځ دَ جمع سره کړے وي او بیا تراویح دَ جمع سره کوي نو دَ هغوي سره شریک هغه سړے هم تراویح پهٔ جمعَ کولے شي۔ چاچې دَ ماسخوتن مونځ جمع سره نهٔ وي کړے ځکه چې دې به دَ هغې خلقو تابع ګڼلې شې۔
نمبر۵۔ کهٔ یو سړے جماعت ته پهٔ داسې وَخت راوُرسي چې دَ ماسخوتن مونځ شوے وي او خلق تراویح کوي نو دهٔ ته پکار دي چې اول دَ ماسخوتن مونځ وُکړي او بیا پهٔ تراویحو کښې شریک شې۔ کهٔ څو رکعته تراویح ترینه لاړے نو هغه دې دَ وترو نه پس وکړي او وتر دې دَ جمع سره وُکړي۔
نمبر۶۔ دَ رمضان پهٔ میاشت کښې یو ځل قران مجید ترتیب وار پهٔ تراویحو کښې لوستل سُنّتِ مؤکدّه دے۔ دَ خلقو دَ سُستیٔ پهٔ وجه ېٔ پریښودل نهٔ دي پکار۔ البته کهٔ دا ويره وي چې پوره قران مجید لوستو کښې به خلق مونځ پریږدي او جمع به ماته شي نو ښهٔ داده چې څومره خلق پهٔ اسانیٔ اوریدلے شي هغه هومره دې لولي یا دې اخري لس سُورتونه وائی پهٔ هر رکعت کښې یو سورة چې لس رکعته پوره شي نو بیا دې ېٔ دوباره کړي۔
نمبر۷۔ دَ یو ختم نه زیات دې نه کوې۔ ترڅو چې دَ خلقو شوق نه وې معلوم شوې۔
نمبر۸۔ پهٔ یوه شپه کښې ټول قران شریف لوستل جائز دي، هله کهٔ خلق شوقین وي او پهٔ مینه ېٔ اؤري۔ او کهٔ ګران وي ورباندې نو مکروه دي۔
نمبر۹۔ دَ تراویحو پهٔ ختم کښې یو ځل بِسمِ الله پهٔ زوره وئیل پکار دې ځکه چې بِسمِ الله هم دَ قران مجید یو ایت دې۔ اګر چې دَ یو سورت جزو نهٔ دے۔ نو کهٔ پهٔ زوره اونهٔ وئیلے شي ۔ نو پُوره قران مجید کښې به دَ یو ایت کمې راشي اوکهٔ چا پهٔ ورو اُووې نو دَ مقتدیانو قران مجید به پُوره نهٔ شي۔
نمبر۱۰۔ تراویح دَ رمضان پهٔ ټوله میاشت کښې لوستل سُنّت دې کهٔ دَ قران ختم دَ میاشتې نه وړومبې پوره شي۔ مثلًا دَ رمضان تر شلو ختم پوره شي نو باقي لس ورځې هم تراویح کول سُنت دي۔
نمبر۱۱۔ صحیح داده چې پهٔ تراویحو کښې درې ځله ”قُل هُوَاللهُ “ وئیل لکه څنګه چې عام دستور دې مکروه دي۔
دَ تراویحو فضیلت
حدیث شریف کښې راځې”بې شکه خداېٔ پاک پهٔ تاسو باندې رامضان کښې روژه فرض کړې ده۔ او دَ هغې په شپهٔ عبادت سُنتدې(یعنې تراویح) نو چا چې دَ رمضان روژه وُنیوه او دَ شپې عبادت (یعنې تراویح) ېٔ وکړې۔ دَ ایمان سره دَ ثواب پهٔ نیت پهٔ عقیده باندې دا روژه او تراویح به دَ هغهٔ دَ ټولو تیرو شوو ګُناهونو کَفاره شې۔“ یعنې خداېٔ پاک به ېٔ ټول واړهٔ او لوېٔ ګُناهونه معاف کړې۔ پهٔ دې میاشت کښې دَ یوې نیکېٔ ثواب دَ اویاؤ نیکو برابر دې او دَ نفل مونځ ثواب دَ فرض مونځ برابر دې۔ پهٔ دې میاشت کښې ډیر نیک کارونه کول پکار دې۔
تَحِیَّةُ المَسجِد
نمبر۱۔ دا مونځ دَ هر هغه سړې دَ پاره سُنّت دې څوک چې جُماعت ته ننوځې۔
نمبر۲۔ ددې مانځه نه مطلب دَ جُماعت تعظیم دې۔ چې دا پهٔ حقیقت کښې دَ خداېٔ پاک تعظیم دې ځکه چې جُماعت دَ خداېٔ پاک ځاېٔ دې که مکروه وَخت نه وې نو جُماعت ته ننوتو سره دوه رکعته نفل مونځ کول سُنّت دې۔
نمبر۳۔ که مکروه وخت وې نو دا تسبیح دې څلور ځله وُوائی” سُبحَانَ اللهِ وَالحَمدُ لِلّٰهِ وَلَا اِلَّهَ اِلاَّ اللهُ وَاللهُ اَکبَر“ ددې نه پس دې درُود شریف وُوائی۔ ددې مانځه نیت دې داسې تړې”دوه رکعته نفل مونځ دَ تحیّةُ المسجد کوم“۔
نمبر۴۔ دوه رکعته ضرور نه دې۔ که چا څلور رکعته وُکړل نو لا ښهٔ دې که چا دَ راتلو سره فرض مونځ یا سُنّت شروع کړل نو دغه فرض یا سُنّت به ېٔ دَ تَحِیَّة المسجد قائیم مقام شې اګر چې نیت ېٔ نه وې کړې دَ تَحیَّةُالمسجد ثواب به ېٔ وُشې۔
نمبر۵۔ که جُماعت ته څوک لاړو کښیناستو دَ هغې نه پس ېٔ بیا تَحِیَّةُالمسجد وُکړو هم خیر دې خو ښَه داده چې دَ کښیناستو نه مخکښې ېٔ وُکړې ځکه چې رسول کریمﷺ فرمائیلې دې” تاسو کښې چې څوک جُماعت ته لاړ شې نو چې دوه رکعته مونځ ېٔ نه وې کړې نه دې کښینې۔“
نمبر۶۔که جُماعت ته دَ څو ځله تلو راتلو ضرورت وو نو صرف یو ځل تَحِیّة المسجد مونځ کول کافې دې۔ پهٔ ړومبې ځل ېٔ کوې که پهٔ ورستې ځل۔
دَ سَفَر نَوَافِل
نمبر۱۔ څوک چې دَ خپل وطن نه پهٔ سَفَر روانیږې هغهٔ ته پکار دې چې دوهٔ رکعته نفل پهٔ کور وُکړې بیا پهٔ سفر روان شې او چې دَ سَفَر نه راشې نو دوه رکعته نفل پهٔ جماعت کښې وُکړې بیا کورته لاړ شې ځکه چې رسول کریمﷺ فرمائیلې دې” هیڅوک پهٔ خپل کور کښې دَ هغهٔ دوه ؤ رکعتو نه بهتر شېٔ نه شې پریښوې کوم چې سفر ته دَ تلو پهٔ وخت کښې وُکړې“۔ او رسول اکرمﷺ چې به کله دَ سَفَر نه راتلو نو ړومبې به ېٔ دوه رکعته نفل پهٔ جُماعت کښې کول۔
نمبر۲۔ دَ مُسافر دَ پاره دا هم مُستحب دې، چې پهٔ دوران دَ سَفَر کښې کله یَو پړاؤ ته وُرسې او هلته ېٔ دَ دیره کیدو نیت وې نو دَ ناستې نه وړومبې دې دوه رکعته نفل وُکړې۔
دَ قتل مونځ
نمبر۱۔ کله که یَو مُسلمان پهٔ څهٔ وجه چرته قتل کولې شې نو هغهٔ ته پکار دې چې دَ قتل کیدو نه ړومبې دوه رکعته نفل وُکړې توبه وُباسې او دَ خداېٔ پاک نه بخښنه وُغواړې۔ چې دغه مونځ او استغفار ېٔ پهٔ دُنیا کښې اخرې عمل پاتې شې۔
حدیث۔ یَو ځل رسول کریمﷺ یو څو قاریان اصحاب یو ځاېٔ ته دَ قران دَ تعلیم ورکولو دَ پاره استولې وو۔ پهٔ لار کښې کفارو راګیر کړل۔ سِوا دَ حضرت خُبیبؓ نه نور ټول شهیدان شول۔ حضرت خُبیبؓ ګرفتار کړې شو او مکې ته ېٔ بوتلو۔ هلته ېٔ پهٔ ډیر دهوم دهام سره شهید کړو۔ دَ شهادت نه مخکښې هغهٔ دَ خلقو نه اِجازت وُغوښتو او دوه رکعته مونځ ېٔ وُکړو۔ دَ هغې نه پس دا مونځ مُستحب ګنړلې شې۔
دَ سپوږمیٔ یا نمر دَ تندر مونځ
نمبر۱۔ دَ نمر دَ تندر نیوؤ پهٔ موقع دوه رکعته مونځ سنّت دې۔
نمبر۲۔ دَ تندر مونځ پهٔ جَمع کیږې دَ جُمعې امام یا حاکمِ وَخت یا دَ هغهٔ نائب به ېٔ امامت کوې۔ او یَو روایت دې۔ چې هر اِمام مسجد ېٔ پهٔ خپل جُماعت کښې کولې شې۔
نمبر۳۔ دَ تندر دَ مانځه دَ پاره اذان یا اقامت نشته۔ او که خلق جَمع کول ضرورې وې۔ نو ”مونځ تیار دې“ اواز دې وُکړې۔
نمبر۴۔ دَ تندر پهٔ مانځه کښې اوږد قرأت لکه سورة بقره وئیل سُنّت دې۔ رکوع او سجده هُم اُوږدَول پکار دې۔ قرأت به پهٔ زوره نه کوې۔
نمبر۵۔ دَ مانځه نه پس به امام دُعا کوې او مقتدیان به اٰمین وائی تر هغې پورې چې دَ نَمَر تندر ختم شې۔ البته که نَمَر ډُوب شې یا دَ بل مانځه وَخت راشې نو بیا دُعا خَتمَول پکار دې۔
نمبر۶۔ دَ سپوږمیٔ دَ تندر پهٔ وخت هم دوه رکعته مونځ سُنّت دې، خو پهٔ دې
کښې جَمعَ سُنّت نه ده۔ ځان ځان ته به کیږې۔ او پهٔ خپلو کورونو کښې به کیږې جماعت ته راجَمع کیدل هم نشته۔
نمبر۷۔ هم دغه شان که څهٔ مصیبت یا خطره وې۔ نو مونځ کول سُنّت دې، مثلًا سخته سیلیٔ وې۔ زلزله، ږلیٔ، وریږې یا واؤره زیاته پریوځې یا سخت باران وریږې۔ یا عام مرض لکه هیضه وغیره خور شې یا دَ دښمن دَ غلبې خطره وې۔ پهٔ داسې وخت کښې مونځ کول سُنّت دې۔ خو جَمع ورکښې نشته۔ هر سړې به پهٔ خپل کور کښې ځان ځانته کوې۔ رسول اکرمﷺ چې به کله خفه شو یا به ورباندې څهٔ سخته راغله نو پهٔ مانځه به وُدریدو۔
نمبر۸۔ څومره نفل مونځونه چې مونږ بیان کړل دَ دې نه علاوه هم څوک چې څومره ډیر نفل مونځونه کولې شې دَ ثواب کار دې۔ خاص پهٔ هغه وختونو کښې دَ کومو فضیلت چې پهٔ احادیثو کښې راغلې دې۔ مونږ دَ اختصار پهٔ خیال دَ هغې تفصیل پریښو۔
دَ اِستِسقاء مونځ
کله چې باران نه کیږې او دَ باران سخت ضرورت وې، نو دَ خداېٔ پاک نه دَ باران سوال مَسنون دې۔ دَ باران دَ پاره سوال پهٔ دې طریقه مُستحب دې۔ چې ټول مُسلمانان دَ خپلو ماشومانو، بوډاګانو، او څاروو سره پیاده پهٔ ډیره عاجزیٔ او زاریٔ سره پهٔ معمولې جامو کښې دَ کلې نه بَهَرته وُوځې۔ کافر به دَ ځان سره نه بوزې۔ توبه دې وُباسې دَ حقونو دَ خاوندانو حق ادا کړې او بیا دې دوه رکعته مونځ پهٔ جَمَع وُکړې۔ بې اَذانه او بې اقامته۔ امام ورکښې لکه دَ جُمعې دَ مونځ پهٔ زوره قرأت ولولې بیا دَ اختر دَ مانځه په شان دوه خُطبې وُلولې او بیا دې امام قبلې ته مخ کړې دواړهٔ لاس دې اوچت کړې او دَ خداېٔ پاک نه دې دَ باران سوال وُکړې ټول حاضرین دې هم دغه شان دُعا وُکړې۔ درې ورځې پرله پسې دې دَغه شان وُکړې۔ دَ دریو ورځو نه زیات نه، ځکه چې زیاتې ثابت نه دې که دَ بَهَر وَتو پهٔ وړومبیٔ یا دویئمه ورځ باران وُشې۔ هم درې ورځې پوره کول ښهٔ دې۔ درې واړهٔ ورځې روژه نیول، صدقه او خیرات کول هُم مُستحب دې۔
دَ خطرې مونځ
کله چې دَ دښمن دَ طرف نه دَ حملې سخته خطره وې۔ دښمن انسان وې که درنده یا اژدها وغیره۔ او پهٔ دې حالت کښې ټول مسلمانان یا بعضې خلق پهٔ جَمَع مونځ نشې کولې او دَ سورلو نه کوزیدې هُم نه شې نو ټولو ته پکار دې چې پهٔ سورلیٔ باندې پهٔ اِشاره ځان ځان ته مونځ وُکړې قبلې ته مخ کول هم ضرورې نه دې۔ کوم خوا چې مخ کولې شې ۔ البته که دوه کَسَه پهٔ یوه سورلیٔ وې نو هغوېٔ جمع کولې شې او که داسې هم نشې کولې نو بیا معذور دې۔ مونځ دې نه کوې او چې کله پهٔ اطمینان شې نو قضا دې ېٔ وکړې۔ او که دا ممکنه وې چې څه خلق پهٔ جَمَع پریښول نه دې پکار هغوېٔ دې پهٔ دې طریقه جمع وکړې چې ټول حاضرین دوه حصې شې یوه ډله دې دَ دښمن مقابلې ته ودریږې او بله ډله دې امام سره مونځ شروع کړې که درې څلور رکعته مونځ وې لکه ماسپښیؔن،ماښؔام، ماسخؔوتن او دا خلق دَ سَفر مونځ نه کوې۔ نو چې امام دوه رکعته وُکړې دریئم ته وُدریږې نو دا ډله دې لاړه شې دَ دښمن مقابلې ته او هغه بله ډله دې راشې دَ اِمام سر دې باقې مونځ وکړې اوکه دَ دوه رکعتو مونځ وو لکه دَ سَحَر یا جُمعې یا دوې دَ سفر مونځ کولو نو چې امام یَو رکعت وکړې دویئم ته ودریږې نو دا ډله دې لاړه شې او بله دې راشې دَ امام سره دې باقې مونځ وکړې چې امام سلام وُجارباسې نو دا ډله دې دغه شان دَ دښمن مقابلې ته لاړه شې او هغه ډله دې دغه ځاېٔ ته راشې خپل پاتې مونځ دې پوره کړې خو پهٔ قیام کښې به قرأت نه لولې ځکه چې دوېٔ لاحق دې، اؤ چې دوېٔ مونځ پوره کړې نو لاړ دې شې او هغه دویئمه ډله دې راشې خپل باقې مونځ دې پوره کړې۔ خو هغوېٔ به پهٔ قیام کښې قرأت لولې۔ ځکه چې هغویٔ مسؔبوق دې۔
نمبر۱۔دَ مانځه په حالت کښې دَ دښمن مقابلې ته تلهٔ یا مانځه ته بیا رتلهٔ به پیاده کوې که په سورلیٔ سور شو نو مونځ به ېٔ مات شې۔
نمبر۲۔ دویئمه ډله چې دَ امام سره باقې مونځ وُکړې نو دویٔ او دَ هغې اولې ډلې خپل مونځ پوره کولو دَ پاره دلته راتلهٔ مستحب دې۔داسې هم کیدې شې چې دویئمه ډله دَ امام دَ سلام ګرزَولو نه پس دلته ټول مونځ پوره کړې بیا دَ دُښمن مقابلې ته لاړه شې او هغه اوله ډله بیا دلته راشې هم هغه ځاېٔ کښې خپل باقې مونځ پوره کړې۔
نمبر۳۔ دَ مانځه دا طریقه هلهٔ ده که ټول خلق دا غواړې چې هم پهٔ دغه یَو امام پسې مونځ وُکړې ګنې نو بهتره داده چې یوه ډله دې یو امام سره پوره مونځ وکړې بیا هغه دَ دښمن مقابلې ته لاړه شې او بله ډله دې بل امام سره خپل پوره مونځ وُکړې۔
نمبر۴۔ ک دا خطره وې چې دښمن ډیر نزدې دې او زر به دلته راوُرسې او دَ خطرې پهٔ وجه پهٔ اوله طریقه مونځ وُشو۔ بیا دا خیال غلط وُختو۔ دومره فورې خطره نه وه۔ نو دَ امام مونځ خو صحیح دې۔ لیکن مقتدیان به دَ خپل مانځه اعاده کوې ځکه چې دا مونځ دَ سختې خطرې پهٔ وخت کښې خلافِ قاعده مشروع کړې شوې دې۔ بې دَ سخت ضرورت نه دومره ډیر کار سره مونځ ماتیږې۔
نمبر۵۔ که ناجائز جنګ وې، نو پهٔ دې طریقه مونځ جائز نه دې۔ مثلًا باغیان دَ خلیفهٔ وخت سره جَنګیږې یا بل څهٔ دُنیاوې معاملې دَ پاره جنګ وې نو هغې خلقو ته دَ داسې مونځ اجازت نشته۔
نمبر۶۔ که مونځ ېٔ دَ قبلې نه بل طرف ته کولو۔ او دُښمن وتښتیدو نو فورًا دې مخ قبلې ته وُګرزوې۔ ګنې نو مونځ به ېٔ مات شې۔
نمبر۷۔ که دَ اطمینان پهٔ وخت کښې ېٔ قبلې طرفته مونځ شروع کړې وې ناڅاپه دُښمن راوُرسیدو نو فورًا دَ دُښمن طرفته مخ ګرزَول پکار دې۔ دې وخت کښې قبلې ته مخ کول ضرورې نه دې۔
نمبر ۸ که يو سړے په درياب کښې لامبو وهي او د مانځه وخت اخير شو مونځ ترينه قضا کيږي نو هغه که ممکنه وي پکار دے يو ساعت لاس پښې غلي کړي او په اشاره باندې دې مونځ وکړي غرض دا چې په هيڅ حالت کښې څومره چې کيدے شي نمونځ قضا کول ښهٔ نهٔ دي
د جومات (مسجد) احکام
۔ دلته مونږ دَ جُماعت هغه احکام نهٔ بیانَوو کوم چې دَ وخت سره تعلق لرې۔ دَ هغې ذکر دَ وَخت پهٔ باب کښې پهٔ کار دې۔ دلته صرف هغه احکام بیانَوو دَ کومو چې دَ مانځه یا خپله دَ جماعت سره دې۔
نمبر۱۔ دَ جُماعت دروازه بندَول مکروهِ تحریمې دې۔ البته که دَ مانځه وَخت نه وې او دَ مال و اَسباب دَ حفاظت دَ پاره دروازه بنده شې نو خیر دې۔
نمبر۲۔ دَ جُماعت پهٔ چهت باندې واړهٔ بول،لوېٔ بول یا جماع داسې ده لکه جماعت کښې دننه۔
نمبر۳۔ پهٔ کوم کور کښې چې دَ مانځه دَ پاره ځاېٔ جوړ شوې وې دَ هغه ټول کور یا دَ هغه ځاېٔ درجه دَ جماعت نه ده۔ همدغسې دَ اخترونو دَ مانځه یا دَ جنازې دَ پاره چې کوم ځاېٔ مقرر وې دَ هغې هم دَ جماعت حکم نه دې۔
نمبر۴۔ دَ جماعت پهٔ دیوالونو او دروازو دَ قران مجید ایاتونه یا سُورتونه لیکل ښه نه دې۔
نمبر۵۔ دَ جماعت پهٔ دروازه او دیوالونو نقش و نګار کو که دَ جماعت دَ امدنیٔ نه وې نو جائز نه دې او که څوک دَ خپل جیب نه کوې نو خیر دې خو پهٔ محراب او دَ محراب پهٔ دیوالونو مکروه دې۔
نمبر۶۔ پهٔ جماعت کښې یا دَ جماعت په دیوالونو تُوکل یا پوزه سونړَول ډیر بد کار دې۔
نمبر۷۔ پهٔ جماعت کښې خُله کنګالَول یا اؤدس کول مکروه تحریمې دې۔
نمبر۸۔ جُنُب او حائضې ته جماعت کښې ننوتل ناجائز دې۔
نمبر۹۔ په جماعت کښې سود سودا مکروهِ تحریمې ده۔ البته دَ اعتکاف په حالت کښې دَ ضرورت مطابق خریدوفروخت خیر دې۔ دَ ضرورت نه زیات جائز نه دې۔ بیا هم دَ سُود سودا سامان جماعت ته راوړل جائز نه دې۔
نمبر۱۰۔ که دَ چا پهٔ پښو خَټه یا خاؤره وې نو دَ جماعت پهٔ دیوال یا ستن ېٔ صفا کول ښهٔ کار نه دې۔
نمبر۱۱۔پهٔ جماعت کښې دننه وُنې لګول مکروه دې ځکه چې دا دَ اهلِ کتاب دستور دې البته که څه خاص ضرورت وې لکه دَ جماعت زمکه نمناکه وې او دَ وُنو پهٔ لګولو دا نم ورکیږې نو بیا خیر دې۔
نمبر۱۲۔ پهٔ جماعت باندې لار جوړول ښهٔ کار نه دې البته که دَ سخت ضرورت پهٔ وَخت کښې څوک کله کله تیر راتیر شې نو خیر دې۔
نمبر۱۳۔ پهٔ جماعت کښې چا کسب ګر ته دَ دُنیا څهٔ کسب کول جائزنه دې ۔ ځکه چې جماعت خالص دَ مانځه دَ پاره جوړ شوې دې۔ دَ دُنیا څهٔ کارورکښې کول جائز نه دې تر دې چې که څوک قران شریف پهٔ تنخواه لولوې۔ هغه هم دَ دُنیا پهٔ کار کسب کښې شمار دې۔ هغه ته دَ جُماعت نه بَهَر ځاېٔ کښې لولول پکار دې۔ البته که څوک دَ جماعت دَ حفاظت دَ پاره پهٔ جماعت کښې ناست وې او پهٔ دې ضمن کښې خپل کار هم کوې نو خیر دې۔ لکه یو کاتب یا درزې دَ جماعت څوکیدار دې۔ او خپل کتابت یا جامې ګنډل هم کوې نو څه باک ېٔ نشته۔
دَ مړې سَمبالې
نمبر۱۔ چې څوک مړکیږې نو هغه نیغ څملَوَیٔ، پښې ېٔ قبلې ته اوغَزَوې۔ او سرېٔ اُوچت کړېٔ چې مخ ېٔ قبلې ته شې۔ ورسره خوا کښې پهٔ زوره کلمه اُواییٔ۔ چې هغه واؤرې او خپله هم وُوائی دَ کلمې وَئیلو حکم ورته مهٔ کوېٔ۔ دا وَخت ډیر سخت وې هسې نه چې خُلې نه بل څهٔ وُباسې۔
نمبر۲۔ چې یَو ځل کلمه وُوائی نو چُپ شیٔ۔ دا کوشش مهٔ کوېٔ چې بیا بیا دې وُوائی ځکه چې مطلب خو دغه هومره دې چې اخرې خبره چې ېٔ دَ خُلې نه وُوځې هغه دې کلمه وې۔ ددې ضرورت نشته چې تر ساه وَتو دې هم همدَغسې کله برابر وائی۔ البته که دَ کلمې وَینا نه پس ېٔ بیا څهٔ دَ دُنیا خبرې اترې وُکړې نو بیا کلمې وُوائی چې هغه هم وُوائی نو بیا چپ شیٔ۔
نمبر۳۔ چې ساه ېٔ ګډهٔ وډه شې زر زر ېٔ اخلې پښې ېٔ سستې شې چې اودرَولې ېٔ نه شې پوزه ېٔ کږه شې۔ لویږنده ېٔ کښینې نو پوه شیٔ چې وَخت ېٔ نزدې دې۔ او پهٔ زوره کلمه شروع کړیٔ۔
نمبر۴۔ پهٔ سورهٔ یٰسین وینا دَ مرګ سخته اَسانیږې۔ دَ مړې سرته یا ورسره خواکښې کښینیٔ۔ خپل ېٔ وُوائی یا ېٔ پهٔ بل چا وُوائی۔
نمبر۵۔ پهٔ دې وَخت کښې داسې خبرې مهٔ کویٔ چې دَ هغه زړهٔ دُنیا طرف ته راواؤړې۔ ځکه چې دا وَخت دَ دُنیا نه دَ جدایَیٔ او دَ خداېٔ پاک پهٔ دربار کښې دَ حاضریٔ وَخت دې ۔ داسې خبرې کوېٔ چې دَ هغه زړهٔ خداېٔ پاک طرف ته واؤړې پهٔ دې کښې دَ مړې خیر دې۔ په داسې وخت ورته بال بچ یا چې چاسرهٔ ېٔ ډیره مینه وې، مخامخ کول یا داسې خبرې کول چې هغه دویٔ ته متوجه شې او د دویٔ مینه ېٔ راپه زړهٔ شې ډیر بدکار دې۔
نمبر۶۔ دَ مرګ پهٔ وخت کښې ېٔ خداېٔ مکړه که دَ خُلې نه څه دَ کُفر خبره وُوځې نو ددې څه فکرمهٔ کویٔ۔ او مهٔ ېٔ مشهوره وېٔ دا وُګنړېٔ چې دَ مرګ دَ سختیٔ نه ېٔ عقل پهٔ ځاېٔ نه وو او بې عقلیٔ کښې چې ېٔ څه دَ خُلې نه وُوتل هغه به ټول خداېٔ پاک معاف کړې تاسو ورته دَ بخشش دُعا کویٔ۔
نمبر۷۔ چې ساه ترې وُخیژې ټول اندامونه ېٔ نیغ کړېٔ اؤ یَوه صفا پټیٔ ېٔ دَ زنې دَ لاندې نه راتاؤ کړېٔ پاس پهٔ سَر ېٔ وُتړېٔ۔ سترګې ورته پټې کړېٔ او دَ پښو دواړهٔ کټې ګوتې ورته وُتړېٔ څادر ورباندې واچویٔ۔ اؤ دَ غُسل ، کفن، انتظام ورته زر وُکړېٔ۔
نمبر۸۔ دَ مړې دَ خُلې او سترګو بندَولو پهٔ وَخت دا دُعا وایېٔ” بِسمِ اللهِ وَعَلٰی مِلَّةِ رَسُولِ اللهِ “۔
نمبر۹۔ دَ مرګ نه پس ورته ” لوبان ، عود، یا بل څه خوشبوئی لُوګې کړېٔ اؤ چاته چې دَ غُسل ضرورت وې۔ یا دَ حیض او نفاس ښځې دې ورسره نه کښینې۔
نمبر۱۰۔ دَ مرګ نه پس څو پورې چې غُسل نه وې ورکړې شوې ورسره قران شریف لوستل ښهٔ نهٔ دې۔
مړې ته غُسل ورکول
نمبر۱۔ چې دَ ګور کفن سامان ېٔ تیار شې، او غُسل ورکوې۔ نو وړومبې دَ غُسل تختې ته دَ لوبان،اګربؔتیٔ،یا بل څهٔ خوشبویه څیز لوګې ورکړې۔ درې ځله یا پنځهٔ یا اووهٔ ځله څلور واړهٔ طرفته لوګې ورکړېٔ مړې ورباندې څملَوې اؤ دَ نامه نه تر زنګونونو ېٔ پهٔ څهٔ زړوکې پټ کړېٔ۔
نمبر۲۔ که دَ لَمبَوُلو ځاېٔ جُدا وې چې اوبهٔ ترې نه بَهَر بهیږې خو ښهٔ کنې نو دَ تختې دَ لاندې غار وُکنې چې ټولې اوبهٔ ورکښې جمعَ شې۔ که غار وُنشې هُم څهٔ باک ېٔ نشته ۔ غرض صرف دادې چې اوبهٔ پهٔ کور کښې خورې شې نو خلقو ته به دَ ګرزیدو راګرزیدو تکیف شې۔
نمبر۳۔ دَ غُسل ورکولو طریقه داده چې وړومبې دې مړې ته اِستنجا وُکړې لیکن دَ مړې پهٔ پتونونو او دَ اِستنجا پهٔ ځاېٔ دې لاس نه لګوې او نه دې ورته ګورې۔ لاسو ته دې دَ کپړې کسوړې واچوې او چې کومه کپړه دَ نامهٔ نه تر زنګونونو پرته وې دَ هغې دَ لاندې دې ېٔ وینځې بیا دې ورته اؤدس وُکړې خو نه دې ورته خُله کنګالَوې او نه دې ورته پوزه کښې اؤبه اَچوې۔ نه دې ورته وړومبې لاسونه وینځې بلکه وړومبې دې ورته مخ وُوینځې۔ بیا تر څنګلو لاسُونه بیا د سَر مَسَح او بیا پښې۔ که درې ځله ورته پهٔ غاښونو او اوریو باندې او دَ پوزې سُورو کښې لونده چیړه وُمږې هم هُم جائز ده۔ که مړې باندې غُسل واجب وو۔ یا ښځه دَ حیض او نفاس حالت کښې مړه وه نو خُله اؤ پوزه کښې ېٔ اوبهٔ اچَول ضرورې دې۔ بیا دې پهٔ خُله ، پوزه ، او غوږونو کښې مالوچ کیږدې چې اؤبه ترینه راکاږې چې اودس ختم شې نو چې په”ګُلِ خیرو، دَ چنړو اوړو، کهلې، یا بل څهٔ صفا کؤونکې څیز باندې دې ورته سَر وُوینځې چې ښهٔ صفا شې۔ بیا دې مړې پهٔ ګس اَړَخ باندې څملَوې او چې دَ بیرو پانړې ېٔ پکښې جوشَولې وې داسې نیمګړې اوبهٔ دې ورباندې درې ځله دَ سر نه تر پښو پورې وَاچوې۔ بیا دې ېٔ پهٔ ښې اړخ څملوې۔ او دَغَسې دې پرې درې ځله اوبه واچوې۔ چې تر ګس اَړخه ېٔ اورَسې۔ بیا دې مړې ته لږه تکیه ورکړې چې کښینې ۔ پهٔ خیټه دې ورته نرم نرم لاس وُوهې۔ که څهٔ ترینه راوځې نو هغه دې پاک کړې۔ او دَ دُوباره اودس یا غُسل حاجت نشته۔ ددې نه پس دې ېٔ بیا پهٔ ګس اَړخ څَملوې او دَ کافورو اوبهٔ دې پرې دَ سَر نه تر پښو پورې درې ځله او بهیَوې بیا دې ېٔ ټول بدن پهٔ څه زړوکې وُچ کړې او کفن دې ورته واغوستَوې۔
نمبر۴۔ که دَ بیرو پانړې ورکښې نه وې جوشیدلې هسې نیمګرمې اوبهٔ هم کافې دې۔ هُم پهٔ هغې دې ېٔ په دغه طریقه درې ځله وُلمبوې اؤ ډیرې تیزې ګرمې اوبهٔ دې ورباندې نه اَچوې۔ دَ غُسل دا طریقه سُنت ده که څوک ېٔ پهٔ دې طریقه اونه لمبَوې۔ بلکه پهٔ یو ځل ورباندې دَ سَره تر پښو پورې اوبهٔ واړَوې نو هُم فرض به ېٔ پوره شې۔
نمبر۵۔ چې مړې پهٔ کفن کښې وُنغاړې نو پهٔ سر دې ورته عطر وُلګوې۔ که سړې وې نو پهٔ ږیره دې ورته هُم وُلګوې۔ بیا دې پهٔ تندې پوزه او دواړو لاسونو او دواړو زنګونونو او دواړو پښو باندې کافور اومږې بعضې خلق پهٔ کفن باندې هم عَطر لګوې۔ او پهٔ غوږونو کښې ورته دَ عَطرو بوجې ورکوې، دا ښهٔ کار نه دې څومره چې پهٔ شریعت کښې راغلې دې، دَ هغې نه زیاتې نه دې پکار۔
نمبر۶۔ پهٔ وِیښتو کښې ورته ګومنځ مهٔ کویٔ۔ مهٔ ېٔ نوکونه پریکویٔ او نه ویښتهٔ هر څه چې هم هغه شان وې چې څنګه وې۔
نمبر۷۔ که څوک سړې مړ شې او دَ غُسل ورکولو دَ پاره بل سړې نه پیدا کیږې نو سِوا دَ خپلې ښځې نه بلې ښځې ته ېٔ غُسل ورکول جائز نه دې۔ اګر چې رشته دار (محرم) ېٔ وې۔ که خپله ښځه ېٔ نه وې نو تیمّم کښې دې هم ورباندې لاس نه لګوې دستانې دې پهٔ لاس واچَوې او تیمّم دې ورکړې۔
نمبر۸۔ که دَ چا خاوند مړ شو نو خپلې ښځې ته ېٔ دَ غُسل او کفن کولو اجازت دې۔ او که ښځه مړه شې نو خاوند ته ېٔ دَ لاس وروړلو اجازت نشته۔ البته کتلې او دَ کپړې دَ پاسه لاس وروړلې شې۔
نمبر۹۔ که ښځه پهٔ حیض یا نفاس کښې وې نو مړې دې نه لمبَوې دا بد کار دې۔
نمبر۱۰۔ ښه داده چې څوک ېٔ زیات قریب خپل وې هم هغه دې ېٔ وُلَمبَوې که رشته دار ېٔ نه وې۔ نو بل نیک بنیادم دې ېٔ وُلبَوې۔
نمبر۱۱۔ که دَ غُسل پهٔ وَخت کښې ورکښې څه عیب وُوینې یا ېٔ څهره بدله شوې وې یا ېٔ رنګ تور شوې وې۔ نو چاته دې وائی نه ۔ او نه دې ورته شهرت ورکوې۔ البته ک هغه څه څرګنده ګُناه کوله لکه سُود خور وو۔ یا ګډیدونکې ښځه یا ډمه وه۔ نو دَ نورو خلقو دَ عبرت دَ پاره که ېٔ څه عیب څرګند کړې نو خیر دې۔
دَ کفن طریقه
نمبر۱۔ دَ ښځې دَ کفن پنځه کپړې سُنّت دې۔ لفؔافه، څادر، قمیص، سربند، اوسینه بند، لفافه دَ سر نه تر پښو پورې وې۔ څادر ورنه یو لاس لوېٔ وې۔ قمیص دَ غاړې نه تر پښو پورې وې، خو لستونړې یا تر ښځې ورکښې نه وې۔ سربند درې لاسه اُوږد وې او سینه بند دَ سینې نه تر زنګون پورې اُوږد او دومره پلن وې چې وُتړلې شې۔
نمبر۲۔ که څوک ېٔ پهٔ پنځو کپړو کښې کفن نکړې نو درې کپړې لفافه، څادر، او سربند هم کافې دې۔ ددې نه کمې مکروه دې۔ البته که مجبور وې نو کمې هُم خیر دې۔
نمبر۳۔ سینه بند که دَ سینې نه تر نامه پورې وې هم خیر دې خو تر زنګون پورې ښه دې۔
نمبر۴۔ وړومبې دې کفن ت هدرې ځله یا پنځهٔ ځله یا اُوه ځله دَ لوبانؔ خوشبوئی لوګې کړې بیا دې ورکښې مړې وُنغاړې۔
نمبر۵۔ دَ کفن طریقه داده چې وړومبې دې څادر وُغوړَوې بیا دې لفاؔفه او بیا ورباندې قمیص بیا دې مړې ته ړومبې قمیص واغوستَوې ۔ ښځې ت دې دَ سر ویښتهٔ دوه ځایه کړې۔ قمیص دَ پاسه دې ېٔ پهٔ سینه باندې ښې او ګس طرفته واچَوې۔ بیا دې ورته سربند پهٔ سر او ویښتو باندې واچَوې۔ نه دې ېٔ تړې او نه دې ېٔ ترې چاپیره کوې۔ بیا دې لفافه راتاؤ کړې اول ګس طرفته بیا ښې طرفته بیا دې دَ کفن سَر او پښې پهٔ لِیره(ریښه) وُتړې اؤ یَو بند دې ملا سره هُم ورکړې چې پهٔ لار کښې ازاد نه شې۔
نمبر۶۔سینه بند که دَ سر بند نه پس دَ لفافې نه مخکښې وُتړې هم خیر دې۔ او که دَ ټولو دَ پاسه ې وُتړې هم خیر دې۔
نمبر۷۔ چې کفن کول پوره شې نو دَ جنازې مانځهٔ او دفن کولو جلدې پکار ده۔
نمبر۸۔ که ښځې دَ جنازې مونځ کوې نو هم جائز دې۔
نمبر۹۔ پهٔ کفن یا قبر کښې عهدنامه یا دَ پیر شجره یا بل څه دُعا کیښول جائز نه دې هُمدغَسې پهٔ کفن باندې پهٔ سیاهې یا کافورو باندې کلمې یا دُعاګانې لیکل هم ښه نه دې البته که دَ کعبې شریفې غلاف یا دَ پیر رومال وغیره څه کپړه دَ تبرّک دَ پاره کیږدې نو خیر دې۔
نمبر۱۰۔ وړوکې چې ژوندې پیدا شې اؤ بیا مړ شې یا دَ پیدا کیدو سره مړ شې هغه به هم پهٔ دغه طریقه لمبَولې او کفن کولې شې۔ ۔ او دَ جنازې مونځ به پرې کولې شې اؤ دفن کولې به شې۔
نمبر۱۱۔ وړوکې چې مړ پیدا شې یا دَ پیدا کیدو پهٔ وخت ورکښې دَ ژوند څهٔ علامه نه وې، هغه به هم دغَسې لمبَولې شې خو کفن کولې به نه شې۔ بلکه پهٔ یوه کپړه کښې به ېٔ وُنغاړې او دفن به ېٔ کړې۔ خو نوم ورباندې کیښول پکار دې۔
نمبر۱۳،۱۲ مسٔلې په ص۳۰۹ باندې ددې برخې پهٔ اخر کښې وُګوریٔ۔
نمبر۱۴۔ که داسې وړه جینیٔ مړه شې چې ځوانیٔ ته لا نه وې رسیدلې خو نزدې وې۔ دَ هغې دَ کفن هُم پنځهٔ کپړې پکار دې څنګه چې دَ ځوانې ښځې وې۔ ک دَ پنځو پهٔ ځاېٔ درې وې نو هم جائز دې خو بې دَ خاص ضرورت نه دَ دریو نه کمې مکروه دې۔ غرض دا چې کوم احکام دَ یو ښځې دې هغه دَ لوئی جینیٔ هُم دې۔
نمبر۱۵۔ جینیٔ چې ډیره وړه وې ځوانیٔ رسیدو ته لا نزدې هم نه وې دَ هغې دَ پاره بهتره داده چې پنځه یا درې کپړې وې۔ خو که دوه وې نو هم خیر دې۔
نمبر۱۶۔ دَ لوئی سړې یا وړوکې هلک دَ لَمبَولو هم دغه طریقه ده۔ سِوا دَ دینه چې دَ سړې دَ کفن دَ پنځو پهٔ ځاې درې کپړې وې۔ لفافه،څادر، اؤ قمیص۔
نمبر۱۷۔ دَ سړو پهٔ کفن کښې درې کپړې وې خو که دوه وې هم خیر دې۔ دَ دوؤ نه کم مکروه دې۔ البته که خاصه مجبورې وې نو خیر دې۔
نمبر۱۸۔ کوم څادر چې دَ جنازې دَ کټ دَ پاسه غوړَولې شې هغه پهٔ کفن کښې نه دې حساب،کفن هم دغه دې کوم چې بیان شو۔
نمبر۱۹۔ پهٔ کوم کلې کښې چې څوک مړ شې هم هلته ېٔ کفن دفن پکار دې بل ځاېٔ ته وُړل ېٔ ښه نه دې۔ البته که هغه ځاېٔ صرف یَو میل یا دوه میله لرې وې نو خیر دې۔
دَ مړې دَ غُسل احکام
نمبر۱۔ که یو سړې پهٔ دریاب کښې ډوب شې او مړ شو نو چې کوم وخت راو ویستې شې، غُسل ورکول فرض دې پهٔ اوبو کښې ډوبیدل دَ غُسل دَ پاره کافې نه دې۔ ځکه چې مړې لمبَول پهٔ ژوندو فرض دې او پهٔ ډوبیدو کښې دَ بل چا څه دخل نشته۔ البته که دَ راویستو پهٔ وَخت پهٔ اوبو کښې دَ غُسل پهٔ نیت حرکت ورکړې نو غُسل به ېٔ وشې۔ هم دَغَسې که په مړې باران وشې، یا پهٔ بله طریقه ټول لوند شې دا هم دَ غُسل دَ پاره نه کافې کیږې۔ غُسل به ورکولې شې۔
نمبر۲۔ که دَ چا سړې تش سَر چرته وموندې شې نو هغه ته به غُسل نه شې ورکولې، همدغه شان به دفن کولې شې۔ که دَ چا سړې بدن دَ نیمې نه زیات ومونتې شې نو هغه ته غُسل ورکول ضررې دې۔ دَ سَر سره ومونتې شې او که بې سره وې او که دَ نیم نه کم نه وو، نیم وو نو که دَ سَر سره وې غُسل به ورکولې شې او که بې سره وې نو غُسل به نه شې ورکولې۔ او که که دَ نیم نه کم وو نو غُسل به نشې ورکولې سر ورسره وې او که نه۔
نمبر۳۔ که یَو مړې چرته وموندې شې او دا پته نه لګې چې مُسلمان دې که کافر نو که دار الاسلام کښې وې نو غُسل به ورکولې شې او مونځ به هم پرې کیږې۔
نمبر۴۔ که دَ مسلمانانو مړې دَ کافرو سره ګډوډ شې او فرق ېٔ نشې کیدې نو ټولو ته به غُسل ورکولې شې او که پیژندې شې نو دَ مسلمانانو مړې به ترې جدا کولې شې صرف هغو ته به غُسل ورکولې شې کافرو ته به نه ورکوې۔
نمبر۵۔ که دَ چا مُسلمان څوک رشته دار کافر وې او هغه مړ شې نو دَ هغه لاش به دَ هغه هَم مذهبو ته ورکوَلې شې۔ اؤ که دَ هغه څوک هَم مذهب نه وې یا وې خو هغوېٔ ېٔ اخلې نه نو دَ مجبورېٔ په وجه به مسلمانان هغې کافر ته غُسل وکوې خو دَمسلمانانو په طریقه نه ( یعنې اودس کول یا په بدن کافور لګَول) هسې به ېٔ لکه دَ ناپاک څیز اووینځې۔ او ښخ به ېٔ کړې۔ خو هغه کافر پهٔ دې وینځلو پاکیږې نه۔ هم هغَسې به نجَس وې۔
نمبر۶۔دَ بادشاه نه باغیان یا ډاکه مار که دَ جنګ پهٔ وَخت کښې اووژلې شې نو هغویٔ ته به غُسل نشې ورکولې۔ دغه شان به پهٔ غار کښې ښخولې شې۔
نمبر۷۔ مرتد که مړ شې نو هغهٔ ته به هم غُسل نه شې ورکولې نه به ېٔ پهٔ کفن کښې نغاړې دغه شان به ورته غار کنې او ورکښې به ېٔ ښخوې۔او دَ هغه هَم مذهبو ته به ېٔ لاش هم نشې ورکولې۔
نمبر۸۔ که دَ اوبو دَ نِشت په وجه ېٔ مړې ته تیممّ کړې وې۔ او بیا اوبهٔ پیدا شې نو غُسل ورکول پکار دې۔
دَ مړې دَ کفن احکام
نمبر۱۔ که دَ بنیادم یَو اندام یا نیم بدن بغیر دَ سَرنه وُمونتې شې ، نو هغه پهٔ څه زړوکې کښې نغښتل پکار دې۔ پوره کفن ېٔ ضرورې نه دې۔ البته که دَ نیم بدن سره سَر هُم وې۔ یا سَر ېٔ نه وې خو بدن دَ نیم نه زیات وې نو بیا ورته پُوره کفن پکار دې۔
نمبر۲۔ که دَ چا بنیادم قبر پرانستې شې یا پهٔ بل څه وجه ېٔ لاش څرګند شې او هغه بې کفنه وې نو مسنون کفن ورته پکار دې که لاش ېٔ وروست شوې نه وې۔او که وروست شوې وې نو بیا ېٔ هسې پهٔ یو زړوکې کښې نغښتل پکار دې پوره کفن ورته ضرورې نه دې۔
دَ جنازې دَ مانځه اَحکام
دَ جنازې مونځ پهٔ اَصَل کښې دَ مړې دَ پاره دَ خداېٔ پاک نه دُعا غوښتل دې۔
نمبر۱۔ دَ جنازې دَ مانځه دَ واجب کیدو دَپاره هغه ټول شرطونه دې کوم چې دَ فرض مونځونو دَپاره دې۔ یعنې مُسلمان، عاقل ، او بالغ البته یَو شرط ورکښې دا زیاتې دې چې دَ مړې نه خبر شوې وې بې خبره معذور دې۔
نمبر۲۔ دَ جنازې دَ مانځه دَ صحت دَ پاره دو قسمه شرطونه دې۔ یَو هغه چې دَ مانځه کوونکو سره تعلق لرې۔ لکه دَ بدن پاکې، سترِ عورت، قبلې ته مخ کول وغیره۔ البته پهٔ دې کښې دَ وخت شرط نشته۔ او دَ ددې دَ پاره که دَ مانځه دَ فوت کیدو خطره وې نو تیمّم جائز دې پهٔ خلاف دَ نورو مونځونو چې هغې کښې که دَ وخت تلو ویره نه وې نو تیمّم جائز نه دې۔ دوئم قسم هغه شرطونه دې چې دَ مړې سره تعلق لرې هغه شپږ دې۔
شرط نمبر۱۔ دَ مړې مُسلمان کیدل ۔ دَ کافر او مرتد مونځ جائز نه دې۔ مُسلمان اګر چې فاسق یا بدعتې وې۔ مونځ ېٔ جائز دې۔ سِوا دَ هغې خلقو نه څوک چې دَ ډاکه ماریٔ پهٔ وخت کښې یا دَ بادشاهِ وخت دَ بغاوت پهٔ وخت کښې پهٔ جنګ کښې مړهٔ شې که دَ جنګ نه پس پهٔ خپل مرګ مړ شې نو بیا ېٔ مونځ جائز دې همدغه شان کوم سړې چې خپل پلار یا مور قتل کړې وې او پهٔ قصاص کښې هغه مړ کړې شې نو پهٔ هغه به هم جنازه نه کیږې۔ پهٔ دغو خلقو مونځ زجرًا نه شې کولې۔ کوم سړې چې خپله ځان مړ کړې وې۔ صحیح داده چې دَ هغه به جنازه نه کیږې۔
نمبر۲۔ نن صبا خلق دَ جنازې مونځ دَ پیزار سره کوې، دَ هغوېٔ دَ پاره دا ضرورې ده چې هغه ځاېٔ په کوم ځاېٔ چې ولاړ وې او پیزار دواړهٔ ېٔ پاک وې۔ اؤ که پیزار دَ پښې وُباسې او ورباندې وُدریږې نو صرف دَ پائزار پاکیدل ضرورې دې اکثر خلق دَدې خیال نه ساتې اؤ مونځ ېٔ نه کیږې۔
نمبر۴۔ دَ کوم وَ ړوکې چې مور یا پلار مُسلمان وې هغه ماشوم به مُسلمان ګنړلې شې اؤ دَ هغهٔ به جنازه کیږې۔
نمبر۵۔ دَ مړې نه مراد هغه دې چې ژوندې پیدا شوې وې او که وَړوکیٔ مړ پیدا شې نو دَ هغه جنازه نه کیږې۔
شرط نمبر۲۔ دَ مړې بدن دَ نجاست حقیقې ؤ حکمې نه پاک کیدل البته که نجاست حقیقې دَ هغهٔ دَ بدن نه راوُتې وې او پهٔ بدن باندې ېٔ لګیدلې وې نو خیر دې ۔
نمبر۶۔ که مړې دَ نجاستِ حُکمې نه پاک نه وې ۔ یعنې غُسل نه وې ورکړې شوې یا تیمّم نه وې ورکړې شوې نو پهٔ هغهٔ دَ جنازې مونځ جائز نه دې البته که پهٔ څه وجه ېٔ اوس پاکې ممکن نه وې لکه بې غُسله دَفن شوې وې خاورې پرې اؤړیدلې وې نو دَ هغه پهٔ قبر باندې پهٔ دغه حالت کښې مونځ جائزدې۔ که په قبر مړې باندې مونځ شوې وې او بیا دفن شوې وې ۔ دَ دفن نه وروستو معلومه شوه چې غُسل نه وو ورکړې شوې نو دَ هغه پهٔ قبر به دوباره مونځ کولې شې ځکه چې وړومبې مونځ صحیح نه وو۔ پهٔ هغه وَخت کښې ېٔ غُسل ممکن وو۔ اوس غُسل ممکن نه دې نو مونځ به ېٔ صحیح شې۔
نمبر۷۔ که یو مُسلمان بې جنازې دفن شوې وې نو دَ هغه پهٔ قبر به دَ جنازې مونځ کولې شې تر څو چې لاش پړسیدلې یا وروست شوې نه وې ۔ کله چې دا اندازه وشې چې لاش به ېٔ وروست شوې یا شلیدلې وې نو بیا جائز نه دې۔ دَ لاش دَ پړسیدو اندازه دَ ځاېٔ اؤ موسم پهٔ لحاظ مختلفه وې۔ ددې تعیّن نه شې کیدې۔ خو بعضې خلقو درې ورځې او بعضو لس او بعضو یوه میاشت ښیئلې ده۔
نمبر۸۔ دَ مړې کټ چې کوم ځاېٔ پروت وې دَ جنازې دَپاره دَ هغه ځاېٔ پاکې ضرورې نه ده۔ که مړې پهٔ پاک تخت یا کټ پروت وې او که کټ یا تخت هم پاک نه وې یا مړې بې کټه دَغَسې پهٔ ناپاکه زمکه اِیښې شوې وې۔ دَ بعضې علماؤ پهٔ خیال دَ زمکې پاکې ضرورې ده۔ او داسې جائز نه ده۔ او دَ بعضې علماؤ په خیال جائزده۔
شرط نمبر۳۔ دَ مړې بدن دَ عورت په اندازه پټول ضرورې دې۔ که دَ سړې ستر پټ نه وې ټول بربنډ وې نو جنازه ېٔ جائز ده۔
شرط نمبر۴۔ دَ مړې جنازه لوستونکو ته وړاندې پروت والې که مړې دَ مونځ کوونکو شاته پروت وې نو جنازه صحیح نه ده۔
شرط نمبر ۵۔ دَمړې یا په کوم څیز چې مړې پروت وې دَ هغې پهٔ زمکه پروت والې که مړې خلقو په لاس کښې نیولې وې یا ېٔ په سورلیٔ ایښې وې یا پهٔ ګاډې کښې پروت وې نو جنازه ېٔ صحیح نه ده۔
شرط نمبر۶۔ دَ مړې موجود کیدل که مړې هلته موجود نه وې نو دَ جنازې مونځ ېٔ جائز نه دې۔
نمبر۹۔ دَ جنازې مانځه کښې دوه څیزه وې”ا“ څلور ځله اَللهُ اکبر وَئیل۔ هر تکبیر دلته قائم مقام دَ یَو رکعت ګنړلې شې ”۲“ وُدریدل یعنې پهٔ ولاړې دَ جنازې مونځ کول څنګه چې پهٔ فرض او واجب مونځونو کښې وُدریدل فرض دې بې عذره ېٔ پریښول جائز نه دې ۔ دَغَسې دلته هم دې دَ عذر احکام څنګه چې هلته دې دلته هم دې۔
نمبر۱۰۔ پهٔ دې مانځه کښې رکوع، سجده، قعده وغیره نشته۔
نمبر۱۱۔ دَ جنازې مانځه کښې درې کاره سنّت دې۔ ”ا“ دَ خداېٔ پاک ثنا ”۲“ پهٔ نبېﷺ درود ”۳“ مړې ته دُعا دَ جنازې پهٔ مانځه کښې جَمعَ شرط نه ده۔که یو تن ېٔ وُکړې هم فرض ادا شو۔ ښځه وې که سړې بالغ وې که نابالغه۔
نمبر۱۲۔ البته جمعَ ورکښې ډیره فائده منه ده۔ ځکه چې ګنړ مسلمانان چې په جمعَ دُعا وُغواړې نو دَ قبلیدو اُمید ېٔ زیات وې۔
نمبر۱۳۔ دَ جنازې دَمانځه مسنونه او مستحبه طریقه داده چې مړې خپل مخکښې کیدې امام دَ هغه دَ سینې برابر وُدریږې او ټول دا نیت وُتړې۔
نَوَیتُ ان اوَدِیه لله تعالٰی اربعَ تکبیرات الصلوٰةِ الجنازَةِ الثَّناؔءُ للهِ تعالٰی وَالدُّعَاؔءُ لِهٰذَلمیِتِ اقتدیت بهذاالاِمام متوجها الٰی جِهةِ الکعبةِ الشریفة( نیت مې وکړو دَ زره دَ خلاصه څلور تکبیره دَ جنازې مونځ کوم خاص خداېٔ لره ثنا وائم خداېٔ ته دُعا کوم دې مړې ته نیت کوم په دې امام پسې مخ مې دَ کعبې شریفې پهٔ لور کړو) یا دې ددې پهٔ ځاېٔ دا مختصر نیت وُتړې۔
نَوَیتُ اَن اُصَلّی عَلَی الجنازة لله تعالٰی دُعاؔء لِلمَیّتِ(نیت کوم دَ مانځه دَ جنازې خاص خداېٔ لره دُعا کوم دې مړې ته) دا نیت دې وُتړې او دواړه لاسه دې دَ تکبیر تحریمې پهٔ شان تر غوږونو اوچت کړې اَللهُ اَکبَر دې وُوائی او لاس دې دَ لکه دَ مانځه وتړې اؤ ثنا دې وُوائی۔ سُبحَانَکَ اللّٰهُمَّ وَ بِحَمدِکَ وَتَبَارَکَ اسمُکَ وَتَعَالٰی جَدُّکَ وَ جَلَّ ثَنَاؔءُکَ وَلَا اِلٰهَ غَیرُکَ۔ دَ دینه پس دې بیا اَللّٰهُمَّ صَلِ علٰی مُحَمَّدٍ وَ عَلٰی اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّیتَ وَ سَلَّمتَ وَ با رَکتَ وَ رَحَمتَ وَ تَرَحَّمتَ عَلٰی اِبراهِیمَ وَ عَلٰی اٰلِ اِبراهیمَ اِنَّکَ حَمیدُ مَجِید۔
ددینه پس دې بیا اَللهُ اکبر وُوائی او لاس دې نه اُوچتوې۔ بیا دې مړې ته دُعا وُکړې که بالغ سړې یا ښځه وې نو دا دُعا دې وُوائی۔
اَللّٰهُمَّ اغفِر لَحَیّنا وَ مَیِتَنا وَ شاهِدِنا وَ غاءِبِنا وَ صَغیرِنا وَ کبیرِنا وَ ذَکَرِنا وَ اُنثانا اَلٰهُمَّ من اَحیَیِتَهُ مِنَّا فَاَحیِهِ عَلَیَ الاسلام وَ من تَوَفَّیته منا فَتَوَفَّه عَلَی الاِیمان
او بعضې حدیثونو کښې دا دُعا هم راغلې ده۔
اللّٰهُم اغفر له وارحمهُ وَ عافِهِ واعفُ عنهُ وَاکرم نُزُله وَ وَسِع مَدخلهُ واغسِله با لمؔاءِ وَالثَّلجِ والبردِ وَ نقه منَ الخطایا کما یُنقَّی الثَّوبُ الاَبیضُ مِنَ الدَّنَسِ وَ اَبدِلهُ دَارً خیرًا مِن دارِهِ وَ اَهلاً خیرًا مِن اهلهِ وَ زوجًا خیرًا من زَوجِهِ وَ ادخلهُ الجَنَّة وَ اَعذهُ من عَذابِ القَبرِ وَ عَذابِ النَّارِ (بلکه علامه شافعېؒ دواره دُعا ګانې سره یَو کړې دې ددې نه علاوه پهٔ حدیثو کښې نورې دُعاګانې هم راغلې دې۔ کومه دُعا چې ېٔ خوښه وې وُدې وائی۔ که مړې نابالغه هلک وې نو دا دُعا وئیل پکار دې۔
الّٰهُمَّ اجعلهُ لَنا فرطاً واجعلهُ لَنا اَجرً وَ ذُخرً واجعلهُ لنا شافِعًا وَّ مُشَفِعًا
او که نابالغه جینیٔ وې نو دا دُعا به داسې وائی
الَهُمَّ اجعلها لنا فرطًا واجعلها لنا اجرً وَ ذُخرً واجعلها لَنا شافِعَةً وَّمُشَفِعَّةً
ددې نه پس دې بیا یو ځل اَللهُ اکبر وُوائی او سلام دې وُګرزَوې څنګه چې په مانځه کښې ګرزَولې شې۔ پهٔ دې مانځه کښې التَّحِیَّاتُ یا دَ قرأت تلاوت نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ جنازې مانځه کښې امام او مقتدې یٔو شان دې فرق دا قدرې دې چې امام به تکبیر او سلام پهٔ اوچت اواز وائی او مقتدیان به ېٔ په ورو باقې څیزونه ثناء درود او دعاء به امام هم په ورو وائی او مقتدیا هُم۔
نمبر۱۵۔ دَ جنازې په مانځه کښې مُستحب دادې چې درې صفُونه جوړ شې تر دې پورې که ټول ټال اوهٔ کسان وې نو یَو دِ اِمام شې درې دې ورپسې وُدریږې دوه په هغوې پسې او یو ورستې په دې طریقه به درې صفونه شې۔
نمبر۱۶۔ دَ جنازې مونځ هم په هغې کارونو فاسد کیږې۔ په کومو چې نور مونځونه فاسد کییږې۔ فرق صرف دومره دې چې دَ جنازې مونځ کښې په قَهقَهَه خندا اؤدس نه ماتیږې۔ اؤ دَ ښځې خوا کښې پهٔ وُدریدو هم نه ماتیږې۔
نمبر۱۷۔ دَ جنازې مونځ په هغه جماعتونو کښې کول مکروه تحریمې دې کوم جماعتونه چې دَ پنځوختې مونځونو یا جُمعې یا اخترونو دَ پاره جوړ شوې جنازه په جماعت کښې دننه وې او که جنازه بَهَر وې اؤ خلق دَننه وې۔ البته کوم ځاېٔ چې خاص دَ جنازو دَ پاره جوړ شوې وې هلته مکروه نه ده۔
نمبر۱۸۔ پهٔ جنازه کښې ددې دَ پاره تاخیر کول چې جَمعَ ګنړه شې مکروه دې۔
نمبر۱۹۔که څه خاص عُذر نه وې نو دَ جنازې مونځ پهٔ ناستې یا دَ سورلیٔ دَ پاسه جائزنه دې۔
نمبر۲۰۔ که پهٔ یَو وخت ګنړې جنازې جَمعَ شې نو ښه داده چې په هره بیل بیل مونځ وُشې۔ او که پهٔ ټولو جنازو یَو وُشې هُم جائز دې۔ دې حالت کښې پکار داده چې ټولې جنازې یَو بل پسې پهٔ قطار کیښوې شې دَ ټولو سرونه یو طرف ته او یَو برابر وې چې اِمام دَ یو جنازې دَ سینې برابر وُدریږې چې دَ ټولو سینې برابر شې۔
نمبر۲۱۔ که ټولې جنازې ګنړ قسمه وې نو پکار ده چې امام سره نزدې بالغو سړو او بیا دَ نابالغو هلکانو جنازې کیښوې شې ورپسې دَ بالغو ښځو بیا نابالغو جینکو جنازې وې۔
نمبر۲۲۔ که څوک دَ جنازې مانځه ته داسې وَخت کښې راوُرَسې چې څه تکبیرونه ترې شې وې نو چې څومره تکبیرونه شوې وې دَ هغې پهٔ حق به دې مسبوق ګنړلې شې هغه ته پکار دې چې دَ راتلو سَرَه لکه دَ نورو مونځونو نه شریکیږې دَ امام تکبیر ته دې انتظار وُکړې چې امام تکبیر وُوائی نو دې دې هم ورسره شریک شې۔ دابه ددهٔ تکبیر تحریمه شې بیا چې امام سلام وُګرزَوې نو دا سړې دې هم خپل لاړ تکبیرونه پوره کړې او په دې کښې دَ څه وئیلو ضرورت نشته صرف تکبیرنه کافې دې۔که یَو سړې په داسې وخت کښې راوُرسې چې امام څلورم تکبیر هم وئیلې وې نو داسې سړې ددې تکبیر په حق کښې مسبوق نشې ګنړلې هغه ته پکار دې چې فورًا تکبیر وُوائی او دَ امام دَ سلام ګرزَولو نه مخکښې ورسره شریک شې او دَ مانځهٔ ختمولو نه پس خپل لاړ تکبیرونه پوره کړې۔
نمبر۲۳۔ که یَو سړې دَ تکبیر تحریمې یا وړومبې تکبیر یا بل تکبیر په وخت کښې موجود وو خو دَ سُستیٔ په سبب یا دَ بل څه وجهې نه شریک نه شو نو هغه ته فورًا تکبیر ویل پکار دې او دَ امام دَ بل تکبیر انتظار ورته نه دې پکار دَ کوم تکبیر وخت کښې چې موجود وو۔ دَ هغې اعاده ورباندې ضرورې نه ده په دې شرط چې امام لا بل تکبیر نه وې وَئیلې چې دې دغه تکبیروُوائی۔ اګر چې دَ امام نه ورَستې شوې وې۔
نمبر۲۴۔ دَ جنازې دَ مانځه مسبوق چې خپل لاړ تکبیرونه ادا کوې او دا ویَره وې که دُعا لولې نو جنازه به ېٔ دَ مخې نه پورته کړې شې، هغه دې دُعا نه لولې۔ صرف تکبیرونه دې وُوائی۔
نمبر۲۵۔ دَ جنازې پهٔ مانځه کښې دَ لاحق هم هعه حکم دې کوم چې په نورو مونځونو کښې دَ لاحق دې۔
نمبر۲۶۔ دَ جنازې دَ مانځه ورکولو زیات حقدار دَ وخت بادشاه دې اګر چې دَ هغه نه زیات پرهیزګار خلق هلته موجود وې۔ که دَ وَخت بادشاه نه وې نو دَ هغه نائب ۔ کوم چې دَهغهٔ له طرفه دَ ښهر حاکم وې ۔ که هغهٔ هم نه وې نو دَ ښهر قاضې یا دَ هغه نائب۔ ددې خلقو په موجودګیٔ کښې دَ دویٔ دَ اجازت نه بغیر بل چاته دَجنازې اِمام کیدل جائز نه دې که دَغه کسانو کښې هیڅوک هُم موجود نه وې نو دَ مَحلّې اِمام حقدار دې هلهٔ که دَ مړې پهٔ خپلوانو کښې څوک دَ هغهٔ نه زیات نه وې ګنې نو دَ مړې خپلوان دَ اِمامت زیات مُستحق دې۔ یا هغه څوک چې دَ مړې وارثان ورته اجازت ورکړې۔ که دَ وارثانو دَ اجازت نه بغیر داسې مړې دَ جنازې مونځ وُکړو چې دَ امامت حقدار نه وو۔ نو دَ مړې وارثان پرې دوباره مونځ کولې شې تر دې که سړې دفن شوې وې نو دَ هغهٔ پهٔ قبر ېٔ هم کولې شې تر څو چې لاش پړسیدلې نه وې۔
نمبر۲۷۔ که دَ وارث دَ اِجازت نه بغیر داسې سړې جنازه کړې وې چې هغه دَ جنازې حقدار وې ۔ نو بیا ېٔ وارث دوباره جنازه نه شې کولې۔ همدغه شان که دَ بادشاهِ وقت پهٔ عدم موجودګیٔ کښې دَ مړې وارث خپله جنازه کړې وې۔ نو بادشاه ېٔ بیا دوباره نه شې کولې بلکه صحیح داده که دَ بادشاه پهٔ موجودګیٔ کښې دَ مړې وارث خپله جنازه وُکړه نو هم ېٔ بادشاه ته دَ اعادې اختیار نشته۔ البته دَ بادشاه نه امام کولو په وجه به وارثان دَ ترکِ واجب ګُنهګار وې۔ خلاصه داده چې جنازه دوباره کول جائز نه دې سِوا دَ مړې دَ وارث نه چې غیر مُستحق جنازه کړې وې نو هغه ته ېٔ دَ دُوباره اجازت شته۔
دَ دفن مَسٔلې
نمبر۱۔ دَ مړې دفن کول فرض کفایه دې۔ لکه دَ مونځ اؤ غُسل۔
نمبر۲۔ چې دَ جنازې نه فارغ شې نو مړې فورًا دَ دَفن ځاېٔ ته وړل پکار دې۔
نمبر۳۔ که مړې ډیر وړوکې بچې وې نو لاس په لاس ېٔ وړل پکار دې۔ یَو سړې دې ېٔ تر څه ځایه پهٔ لاس کښې یوسې۔ بیا دې ېٔ ترې بل واخلې همدغه شان دې ېٔ په بدلَولو وړې که مړې لوېٔ سړې وې نو هغه دې پهٔ کټ کښې واچوې او کټ دې دَ څلورو پښو نه څلور کسه اوچت کړې۔ مړې لکه دَ مال واسباب پهٔ شان باندې راؤړل مکروه دې۔ همدغه شان ېٔ بلا عُذره پهٔ څهٔ څاروې یا ګاډې کیښول مکروه دې۔ او که عُذر وې نو بې کراهته جائز دې ۔ لکه چې قبرستان ډیر لرې وې۔ سړې ېٔ ورته په کټ نه شې رَسَولې۔
نمبر۴۔ دَ مړې دَ اوچتولو مُستحب طریقه داده چې ړومبې وړاندنیٔ ښېٔ پښه پهٔ ښیٔ اُوږه باندې کیږدې ۔ لس قدمونه لاړ شې ( چې کوم طرفته دَ مړې ښې طرف وې هغه ښیٔ پښه ده) دَ هغې نه پس ورستیٔ پښه په ښیٔ اوږه باندې کیږدې۔ لس قدمه لاړ شې بیا وړمبیٔ ګسه پښه په ګسه اُوږه باندې کیږدې لس قدمه لاړ شې دا ټول څلویښت قدمه شول۔
نمبر۵۔ جنازه پهٔ تیز قدم وُړل سُنّت دې خو دومره تیز نه چې مړې دړچیږې۔
نمبر۶۔ کوم خلق چې دَ جنازې سره روان وې دَ هغوېٔ کښیناستل مکروه دې څو پورې چې جنازه دَ اُوږو نه کوزه شوې نه وې۔ البته که چاته خاص ضرورت دَ ناستې وو نو خیر دې۔
نمبر۷۔ کوم خلق چې یو ځاېٔ کښې ناست وې او دَ جنازې سره ورانیږې نه نو د جنازې پهٔ لیدو هغویٔ ته پاسیدل نه دې پکار۔
نمبر۸۔ کوم خلق چې دَ جنازې سره ځې۔ هغویٔ ته دَ جنازې نه وروستو تلل مستحب دې، اګر چې دَ جنازې نه مخکښې تلهٔ هم جائز دې۔ البته ټول خلق دَ جنازې نه وړاندې کیدل مکروه دې۔ دغه شان دَ جنازې دَ وړاندې سوارهٔ تلل هم مکروه دې۔
نمبر۹۔ د َجنازې سره پیادهٔ تلهٔ مُستحب دې۔ که څوک سوارهٔ ځې روستو تلهٔ ورته پکار دې۔
نمبر۱۰۔ کوم خلق چې دَ جنازې سره ځې هغوېٔ ته په زوره ذکر یا دُعا مکروه ده۔
نمبر۱۱۔ مړې ته قبر کم نه کم دَ هغه دَ نیم قد په اندازه غرق کنستل پکار دې۔ او دَ قد نه زیات غرقَول ېٔ ښه نه دې۔ دَ قد په برابر اُوږد پکار دې۔ دَ لحد قبر دَ صندوقې قبر پهٔ نسبت ښه دې۔ خو که ځاېٔ نرم وو چې لحد ورکښې نه ټینګیږې نو صندوقې هم خیر دې۔ دا هُم جائز ده که لحد نه شې کنستې نو مړې دې په صندوق کښې کیږدې۔ اؤ دفن دې ېٔ کړې صندوق دَ لرګې وې که دَ کانړې یا اوسپنې خو بهتره داده چې صندوق کښې خاوره راچوُلې شې۔
نمبر۱۲۔ چې قبر تیار شې نو مړې د قبلې دَ طرفه قبر ته کوزَول پکار دې چې جنازه دَ قبر طرف ته کیښوې شې نو کوزَولو کښې به اسانې وې۔ کوزونکې به قبلې طرف ته مخ کړې۔ مړې به راواخلې او قبر ته به ېٔ کوز کړې۔
نمبر۱۳۔ قبر ته کوزونکې طاق وې او که جُفت څه فرق ېٔ نشته۔ نبې کریمﷺ څلورو کسو قبر ته کوز کړې وو۔
نمبر۱۴۔ پهٔ قبر کښې دَ کیښو پهٔ وخت بِسمِ اللهِ وَ عَلٰی مِلَّةِ رَسُولِ اللهِ وئیل مُستحب دې۔
نمبر۱۵۔ مړې چې قبر کښې کیږدې نو ښې اَړَخ ته دې ېٔ څنګزن کړې چې مخ ېٔ قبلې شریفې ته شې۔ داسې کول سُنّت دې۔
نمبر۱۶۔ قبر کښې دَ کیښو نه پس دَکفن غوټې چې دَ پرانستو دَ وَیرې ورکړې شوې وې پرانستل پکار دې۔
نمبر۱۷۔ بیا دې لحد پهٔ کچه خښتو یا نل (نرکل) باندې بند کړې۔ په پخو خښتو یا لرګو باندې بندَول مکروه دې۔ البته کوم ځاېٔ چې مزکه نرمه وې دَ قبر دَ پریوتو خطره وې هلته پخې خښتې یا لرګې خیر دې۔ دَ لرګې پهٔ صندوق کښې ېٔ خښول هُم جائز دې۔
نمبر۱۸۔ دَ ښځې په قبر کښې کیښو دَ پاره پرده کول مستحب دې۔ اؤ که دَ مړې دَ څرګندیدو خطره وې نو واجب دې۔
نمبر۱۹۔ دَ سړې پهٔ قبر کښې کیښو دَ پاره دَ پردې ضرورت نشته ۔ البته که باران وې یا واؤره وریږې یا سخته ګرمې وې نو خیر دې۔
نمبر۲۰۔ چې مړې په قبر کښې کیښوې شې نو څومره خاؤره چې دَ قبر نه وُتې وې هغه ټوله ورباندې اَچَوَل پکار دې۔ دَ هغې نه زیاتې خاؤره اَچَوُل چې قبر دَ یو لویشت نه زیات اُوچت شې۔ مکروه دې۔که لږ اوچت شې نو خیر دې۔
نمبر۲۱۔ قبر باندې خاؤره اچول دَ سر طرف نه شروع کول مُستحب دې۔ هر سړې دې پهٔ دواړو موټو کښې خاؤره راواخلې قبر ته دې ېٔ غورزَوې پهٔ ړومبې ځل دې وُ۔۔۔۔ مِنهَا خَلَقنٰکُم دویئم ځل دې وُوائی وَ فِیهَا نُعِیدُ کُم په دریئم ځل دې وُوائی وَ مِنها نُخرِجُکُم تَارَةً اُخریٰ۔
نمبر۲۲۔ دَ دفن نه پس لږ ساعت پهٔ قبر حصاریدل اؤ مړې ته دُعا کول یا قران مجید لوستل او هغهٔ ته ېٔ ثواب بخښل مُستحب دې۔
نمبر۲۳۔ دَ خاؤرې اَچَوُلو نه پس پهٔ قبر دَ اوبو چهړکاؤ مُستحب دې۔
نمبر۲۴۔ هیڅ یَو وړوکې وې که لوېٔ پهٔ کور کښې دفن کول ښهٔ نه وې۔ دا خبره خاص دَ اَببیاء عَلَیهِم السَّلام دَ پاره ده۔
نمبر۲۵۔ قبر څلور ګوټه کول مکروه دې۔ مُستَحب دادې چې دَ ۔۔۔(کوهان) پهٔ شان اُوچت وې۔ او اُوچتوالې ېٔ دَ یَو لویشت نه زیات نه وې۔
نمبر۲۶۔ قبر دَ یَو لویشت نه ډیر اُوچتول مکروهِ تحریمې دې او په قبر چونه لګَول هُم مکروهِ تحریمې دې۔
نمبر۲۷۔ دَ دفن نه پس په قبر باندې ابادې۔ کوټه یا ګُنبت جوړَول دَ ښائست په غرض حرام دې۔ اؤ دَ مضبوطیا پهٔ غرض مکروهِ تحریمې دې۔ دَ مړې په قبر باندې څه شې دَ یاداشت په غرض لیکل که څه خاص ضرورت نه وې، جائز نه دې او که خاص ضرورت وې نو خیر دې۔ خو نن صبا دَ خلقو عادات او عقائید ډیر خراب شوې دې۔ ددې خرابیو دَ وَجهې نه ځنې مباح هُم نا جائز کیږې۔ په دې وجه داسې کارونه قطعًا ناجائز دې۔ کوم ضرورتونه چې دا خلق بیانَوې۔ خالصې بهانې دې۔دا خلق خپله هم پیژنې۔
دَ شهید احکام
اګر چې شهید هُم په ظاهره مړی دې خو دَ مړو ډیر احکام پهٔ شهید نه جارې کیږې۔ شهید ته خداېٔ پاک ډیرې درجې ورکړې دې۔ پهٔ دې وجه دَ هغه احکام دَ نورو مړو نه جدا دې۔ پهٔ احادیثو کښې دَ شهید ډیر قسمونه بیان شوې دې۔ او علماء پهٔ دې باندې مُستقل کتابونه لیکلې دې۔ خو دَلته چې مونږ کوم احکام بیانه وو هغه صرف دَ هغهٔ شهید دې کوم کښې چې دا شرطونه موندې شې۔
شرط”ا“مُسلمانې۔ دَ غیر مسلم دَ پاره هیڅ قِسم شهادت نشته۔ اګر چې ظاهرې حالات کښې یا دَ نابالغیٔ پهٔ زمانه کښې که څوک مړ کړې شې پهٔ هغهٔ باندې هغه احکام نه جارې کیږې کوم چې مونږ مخکښې بیانَوؤ۔
”۲“ عاقل بالغ کیدل۔ دَ جنون پهٔ حالت کښې یا دَ نابالغیٔ پهٔ زمانه کښې که څوک مړ کړې شې پهٔ هغهٔ باندې هغه احکام نه جارې کیږې کوم چې مونږ مخکښې بیانَوؤ۔
”۳“ د حدثِ اکبر“ نه پاکیدل۔ که څوک دَ جنابت پهٔ حالت کښې مړ کړې شې یا یوه ښځه دَ حیض یا نفاس په حالت کښې مړه شې په هغویٔ باندې شهید احکام نه جارې کیږې
”۴“ بې ګناه قتل کیدل۔ که یَو سړې بې ګُناه نه وې۔ بلکه دَ څهٔ شرعې جُرم په سزا کښې قتل شې یا قتل شوې نه وې خپله مړوې پهٔ هغه هُم دَ شهید احکام نه جارې کیږې۔
”۵“ که دَ چا مُسلمان یا ذِمّی دَ لاسه قتل وې او په تیرهٔ شې قتل شوې وې۔ که دَ چا مسلمان یا ذِمّی دَ لاسه قتل وې خو په کانړې یا بل داسې شې باندې قتل شوې وې چې دَ تیره شې پهٔ حکم کښې نه وې۔ هغه هم دَ شهید په حکم کښې نه دې۔ لیکن اوسپنه اګر چې تیره نه وې، دَ تیرهٔ شې په حکم کښې ده۔ او که څوک دَ کافِر یا باغیانو یا ډاکه مارو دَ لاسه قتل شې۔ نو دَ هغه دَ پاره دَ تیرهٔ شې شرط نشته۔ که په کانړې مړوې هم شهید دې، بلکه که هغه خلقو قتل کړې هُم نه وې خو هغویٔ داسې کار کړې وې چې دَ دهٔ دَ قتل سبب شې نو هم شهید دې۔ لکه چې کافر یو مُسلمان دَ خپلې سورلیٔ هاتې یا اَس دَ پښو لاندې چیخنړې کړو، یا ېٔ دَ مُسلمانانو پهٔ جهاز یا کورونو اور وُلګَولو چې هغویٔ ورکښې مړهٔ شول یا یَو مسلمان په سورلیٔ سور وو۔ کافر هغه څار وې داسې وُزغلَولو چې دا مُسلمان ترې نه پریوتو او مړ شو په دې ټولو شکلونو کښې اګر چې کافر په خپل لاس نه دې مړ کړې خو هغه داسې حالات پیدا کړل چې هغه دَ مسلمان دَ مرګ سبب شو۔ دَغه مُسلمان به شهید ګنړلې شې۔
”۶“ دَ هغې قتل په سبب ابتداءً په شریعت کښې مالې عوض نه وې مقرر بلکه قصاص به واجب وې۔که ابتداءً مالې عوض مقرّر وې نو په دې مقتول به دَ شهید احکام نه جارې کیږې۔ لکه یَو مُسلمان دَ مُسلمان دَ لاسه په تیره شې قتل شې چې دَ تیرهٔ شې په حکم کښې نه وې۔ یا یو مُسلمان دَ مُسلمان دَ لاسه په تیرهٔ شې قتل شې خو په خطا۔ لکه مرغیٔ وُلې یا نخښه وُلې۔ او بنیادم پرې وُلګې یا یو سړې دَ میدانِ جنګ نه علاوه بل ځاېٔ کښې مړ اومونتې شې اؤ قاتل ېٔ معلوم نه وې۔ په دې ټولو شکلونو کښې دَ هغه په قتل کښې شریعت دَ طرف نه قصاص نه واجبیږې بلکه مالې عِوض”دِیه“ واجب دې۔ په دې وجه په دغه سړې باندې دَ شهید اَحکام نه جارې کیږې۔ خو په څه وجه قِصاص معاف شې او مالې عِوض مقرّر شې، نو هغه سړې به دَ شهید په حکم کښې وې۔ لکه څوک سړې په تیرهٔ شې قصدًا اؤ ظلماً قتل کړې شو لیکن دَ قاتل او دَ مقتول دَ وارثانو په مالی عِوض صُلح وشوه نو په دې صورت کښې ابتداءً کښې قِصاص واجب وو۔ دَ صُلحِ په وجه مالی عِوض مقرّر شوې دې دا سړې به دَ شهید په حکم کښې وې ۔ یا لکه پلار په تیرّه شې ځوې مړ کړې دلته هم ابتداءً قِصاص واجب دې خو دَ پلار دَ عزت او احترام په وجه قصاص نه شې اَخستې۔ مالې عِوض به ورکولې شې نو دلته به هم دَ شهید اَحکام جارې کیږې۔
”۷“ دَ زخمې کیدو نه پس ېٔ دَ دُنیاوې ژوند او ارام څه کار نه وې کړې۔لکه سود سودا،خوراک څښاک، یا دارو دُرمل او نهٔ دَ یَو مانځه وخت اندازه دَ هوش په حالت کښې پاتې وې۔ اؤ نه دَ هوش په حالت کښې دَ میدانِ جنګ نه پورته شوې وې۔که دَ څاروؤ دَپښو لاندې پائمال کیدو له ویرې ېٔ لږ ډډې ته کړې وې نو خیر دې نو که یَو سړې دَ زخمې کیدو نه پس ډیر ساعت خبرې وکړې نو هغه به دَ شهید په حکم کښې نه وې ځکه چې ډیرې خبرې دَ ژوند علامه ده۔ هم دَغه شان که څه دُنیاوې معاملو کښې ېٔ وصیّت وُکړو که دَ دین معامله کښې ېٔ کړې وې۔ چې دَ چا حق وو ورباندې که وارثانو ته دَهغې دَ ادا کولو وَصیّت وُکړې نو خیر دې که یَو سړې میدانِ جنګ کښې زخمې شوې وې، او دَ جنګ ختمیدو نه پس ېٔ داسې کارونه وُکړل نو هغه به دَ شهید دَ حکم نه ووځې۔ خو که جنګ لا ختم نه وو او زخمې دا خبرې وکړې بیا دَ جنګ ختمیدو نه مخکښې وفات شو نو هغه دَ شهید په حکم کښې دې۔
نمبر۱۔ په کوم شهید کښې چې دا اُووهٔ شرطونه بیا موندې شې۔ دَ هغه یَو حکم دادې چې غُسل به نه شې ورکولې دَ هغه وِینه به دَ بدن نه نشې لرې کولې۔ هم دَغه شان به دفن کیږې۔
نمبر۲۔ بل حکم دادې چې کومې جامې اَغوستې وې هغه به ترې نه شې ویستې همدغه جامو سره به ښخَولې شې البته که جامې ېٔ دَمسنون کفن نه کمې وې نو نورې به ورسره کولې شې۔ چې کفن پوره شې او که زیاتې وې نو زیاتې جامې به ترینه لرې کولې شې که په بدن ېٔ داسې جامې وې چې دَ کفن صلاحیت نه لرې۔ هغه به ترې نه هم لرې کولې شې۔ لکه پوستین وغیره۔ البته که دَ پوستین نه علاوه ېٔ په بدن نورې جامې نه وې بیا به ترې پوستین نشې لرې کولې۔ ټوپیٔ، پیزار او وسله به ترې په هر حال کښې لرې کولې شې۔ باقې نور احکام دَ جنازې وغیره ېٔ نورو مړو په شان دې۔ که په یَو شهید کښې دَدې شرائطو نه یَو شرط هم کم وو نو هغه ته به غُسل ورکولې شې۔ او لکه دَ نورو مړو به ورته کفن اَچولې شې۔
دَ جنازې مُتفرقې مَسٔلې
نمبر۱۔ که دَ مړې مخ قبلې طرفته کول دَ چانه هیر شو۔ نو دَ دفن کولو او خاؤررې اَچولو نه پس بیا قبر پرانستل جائز نه دې البته که تختې ایښې شوې وې اؤ خاوره پرې نه وې اچَولې شوې نو تختې اوچتَولې شې۔
نمبر۲۔ ښځو ته دَ جنازې سره تلل مکروهِ تحریمې دې۔
نمبر۳۔ دَ ژړا یا ستائنو والا ښځې دَ جنازې سره تلل منع دې۔
نمبر۴۔ دَ مړې په قبر کښې کیښو وخت کښې اذان کول بدعت دې۔
نمبر۵۔ که امام دَ جنازې په مانځه کښې دَ څلورو تکبیرونو ته زیات وائی چې کله اِمام سلام جارباسې نو ورسره دې سلام وُجارباسې۔ البته که دَ امام تکبیرونه خپله نشې اؤریدې دَ مُکبِرّ اواز اوریدې شې نو بیا ورته تکبیر وئیل پکار دې شاید چې مکبرّ څلورم تکبیر وئیلې وې۔ او امام اوس څلورم تکبیر وَئیلې وې۔
نمبر۶۔ که یَو سړې په جهاز کښې مړ شې اؤ کناره دومره لرې وې چې دَ لاش خرابیدو خطره وې نو دَ غُسل اؤ کفن او مانځه نه پس دې ېٔ دریاب کښې لاهُو کړې۔ اؤ که کناره نزدې وې دَ لاش دَ خرابیدو خطره نه وې نو پریښول ېٔ پکار دې چې پهٔ زمکه دَفن شې۔
نمبر۷۔ که چاته دَ جنازې دَ مانځه دُعا یاده نه وې نو صرف اَللّٰهُمَّ اغفِر لِلمُءمِنینَ وَالمُوءمنات وئیل هم کافې کیږې۔ او که دا هم نه شې وئیلې نو صرف څلورو تکبیرونو باندې اکتفا کولې شې۔ ځکه چې دُعا او درود فرض نه دې مسنون دې۔
نمبر۸۔ چې په قبر خاؤره واچولې شې نو دَ هغې نه پس مړی دَ قبر نه راویستل جائز نهٔ دې۔ البته که دَ چا حق تلفې ورکښې کیږې نو خیر دې لکه چې کومه زمکه کښې دفن شوې وې، هغه دَ بل چا ملکیت وې او هغه مالِک ورباندې راضې نه وې نو بل ځاېٔ کښې دفن کولو دَ پاره مړې راویستې شې یا لکه قبر کښې دَ چانه څهٔ مال پاتې شوې وې نو دَ هغې دَ راویستو دَ پاره قبر سپړدې شې۔
نمبر۹۔ که ښځه مړه شې او په ګیډه کښې ېٔ ژوندې بچې وې نو دَهغې خیټه څیرې کول او بچې ترې راویستل پکار دې۔ همدغه شان که یَو سړې دَ بل چا مال تیر کړې وې۔ او مړ شې او هغه سړې خپل مال غواړې۔ اؤ دې سړې په ترکه کښې څهٔ مال نه وې پریښې۔ نو دَ هغهٔ خیټه به څیرې کولې شې۔ او مال به ترې راویستې شې۔ اؤ که ترکه کښې ېٔ مال پریښې وې، نو دَ هغې نه به تاوان ورکولې شې۔ بیا ېٔ څیرل جائز نهٔ دې۔
نمبر۱۰۔ دَ دفن نه مخکښې مړې دَ یو ځاېٔ نه بل ځاېٔ ته وړل که دَ یو دوه ؤ مِیلونه کم وې، ښهٔ نه دې۔ اوکه زیات وې نو جائز نه دې۔ او دَ دفن کولو نه پس په هیڅ حالت کښې هم جائز نه دې۔ نزدې وې او که لرې۔
نمبر۱۱۔ دَ مړې تعریف کول پهٔ نثر کښې وې او که په نظم کښې،جائزدې۔ چې مبالغه ورکښې نهٔ وې۔ داسې تعریف نه دې کول پکار کوم کارونه چې په هغهٔ کښې نهٔ وې۔
نمبر۱۲دَ مړې پسماندګانو ته تسلّی ورکول او دَ صبر فضیلت او ثواب بیانَول او مړې ته دُعا کول جائز دې۔ دیته تعزیت وئیلې شې۔ درې ورځو نه پس تعزیت کول مکروه دې۔ لیکن که تعزیت کوؤنکې یا دَ مړې خپلوان په سفر وې او دریو ورځو نه پس راشې نو بیا ورته تعزیت مکروه نه دې۔ کوم سړې چې یو ځل تعزیت کړې وې۔ هغهٔ ته دوباره تعزیت کول مکروه دې۔
نمبر۱۳۔ ځان ته کفن تیار ساتل مکروه نه دې۔ او قبر ساتل مکروه دې۔
نمبر۱۴۔ دَ مړې پهٔ کفن باندې بغیر دَ سیاهې وغیره نه صرف پهٔ ګُته باندې دُعا لیکل یا دَ هغه په سینه باندې بِسمِ الله یا تندې باندې کله طیّبه لیکل جائز دې خو دَ حدیث نه ېٔ ثبوت نشته په دې وجه سنّت یا مُستحب ګنړل ېٔ ښه نه دې۔
نمبر۱۵۔ په قبر باندې شنه څانګه لګول مُستحب دې۔ او که دَ قبر خواکښې شِین بُوټې وې۔ نو دَ هغې پریکول مکروه دې۔
نمبر۱۶۔ په یَو قبر کښې دَ یو نه زیات مړې ښخَول ښهٔ نه دې۔ خو دَ ضرورت په وخت کښې جائز دې۔ که ګنړ مړې ټول سړې وې نو په هغو کښې چې کوم اَفضل وې هغه دې وړاندې کیږدې۔ نور دې ورپسې درجه په درجه کیږدې۔ او که څه سړې وې او څهٔ ښځې نو سړې دې وړاندې کیږدې ښځې ورپسې۔
نمبر۱۷۔ دَ قبرونو زیارت دَ سړو دَ پاره مُستحب دې په هفته کښې کم نه کم یو ځل دَ قبرونو زیارت پکار دې ۔ ښهٔ داده چې دَ جُمعې په ورځ لاړ شې دَ بزرګانو دَ قبرونو دَ زیارت د َپاره سفر هم جائز دې۔ که هلته خلافِ شرع څه کارونه کیږې لکه نن صبا چې په عُرسونو کښې کیږې۔
(اوس هغه پاتې مسٔلې دَ تیرو صفحو لیکلې شې)
تَنبِیه
که لو لَوونکې سړې وې۔ او ښځو ته ې لولَوی نو دا لاندِینیٔ مَسٔلې دې ورته خپله نه لولَوی دَ خپلې ښځې پهٔ ذریعه دې ېٔ وُلولَوې یا ورته هدایت وُکړې چې خپله ېٔ دَ ځان سره وُګورې۔ همدَغه شان که لوستونکې کم عُمره هلک یا جینیٔ وې نو هغهٔ ته دې هم هدایت وُکړې چې ځانته ېٔ وُګورې۔
حیض او اِستحاضه
نمبر۱۔ هره میاشت چې دَ ښځو دَ وړو بولو پهٔ ځاېٔ عادتې وینه راځې دې ته”حیض“ وئیلې شې۔
نمبر۲۔ دَ حیض موده کم نه کم درې(۳) ورځې شپې، او زیات نه زیات لس(۱۰) ورځې شپې ده که دَ دریو ورځو شپو نه کم وخت وینه سه نو هغه ”حیض“ نه دې۔ بلکه ”استحاضه“ ده۔ چې دَ څه ناجوړتیا په وجه به دا وِینه راغلې وې۔ هم دَغَسې که دَ لسو(۱۰) ورځو شپو نه زیاته شوه۔ نو څومره ورځې چې زیاتې وې، هغه به اِستحاضه شمیرلې شې۔
نمبر۳۔ که درې ورځې پوره وې خو درې شپې نه وې شوې، لکه دَ جُمعې په سحر وِینه شروع شوه۔ او دَ اِتوار په ورځ ماښام نمر پریوتو سره بنده شوه نو دا هم ”حیض“ نه دې بلکه ”اِستحاضه“ ده۔ که دَ دریو ورځو شپو نه لږه هم وه نو ”حیض“ نه دې۔ لکه دَ جُمعې په سحر نمر ختو سره شروع شوه۔ او دَ ګُل په ورځ سَحر وختې دَ نمر ختو نه لږ مخکښې بنده شوه۔ دا هُم ”حیض“ نه دې۔ ”اِستحاضه“ ده۔
نمبر۴۔ دَ ”حیض“ په ورځو کښې دَ وینې رنګ سُور، زیړ، خاکې، خړغوندې هر څنګه چې وو دا ټول ”حیض“ دې۔ څو پورې چې پُنبه صفا سِپینه نه وې، څنګه سپینه چې ایښې شوې وه۔ چې کله سپینه وَه نو دَ حیض نه پاکې راغله۔
نمبر۵۔ دَ نهو(۹) کالو نه مخکښې او پنځه پنځوس(۵۵) کالو نه پس دَ چا حیض نه راځې که دَ نهو(۹) کالو نه کم عُمر جینیٔ باندې وینه راغله۔ نو هغهٔ ”حیض“ نه دې ”استحاضهٔ“ څهٔ بیمارې ده۔ که دَ پنځه پنځوسو(۵۵) کالو نه پس په چا وِینه راغله نو که ښه سره یا ۔۔۔۔۔۔ وه نو دا ”حیض“ دې او که زَیړه یا خړه وه نو حیض نه دې ”اِستحاضه“ ده که ددې ښځې دَ ځوانیٔ په وخت کښې هم داسې رنګ وینه راتله نو دَ پنځو پنځوسو کالو نه پس به هُم دا حیض شمیرلې شې او که دَ وړاندې نه ېٔ داسې عادت نه وو نو دا ”اِستحاضه“ ده۔
نمبر۶۔که دَ چا همیشه دَ پاره درې یا څلور ورځې وِینه راتله په یوه میا شت کښې ېٔ دَ هغې ورځو نه زیاته راغله خو دَ لسو(۱۰) ورځو نه زیاته نه وه نو دا ټول ”حیض“ دې۔ او که دَ لسو (۱۰) ورځو نه هم زیاته شوه نو چې څومره تل عمرې عادت وے هغه ورځې به حیض شمیرلې شې او زیاتې به ”استحاضه“ وېل لکه دَ یوې ښځې همیشه دَ پاره پنځه ورځې دَ وینې راتلو عادت وو۔ لیکن یوه میاشت ېٔ نهه(۹) شپې ورځې وینه راغله یا لس(۱۰) شپې ورځې راغله نو دا ټولې ورځې به دَ ”حیض“ شمیرلې شې۔ لیکن دَ لسو(۱۰) شپو ورځو نه که لږه هُم زیاته شوه نو بیا به دَ عادت موافق پنځه ورځې حیض وې او باقې ټولې ورځې به استحاضه ګنړلې شې۔ دَ هغې ورځو دَ مونځونو به قضا جارباسې۔
نمبر۷۔ که دَ یوې ښځې څه عادت نه وې ، کله درې ورځې راشې، کله پنځه ځنې زیات او کم تر لسو(۱۰) پورې نو دا ټول حیض دې۔ که دَ داسې ښځې وِینه دَ لسو ورځو نه زیاته راغله نو کتې به شې چې ددې نه مخکښې میاشت کښې څو ورځې راغلې وه هغه هومره ورځې به دَ حیض شمیرلې شې او زیاتې به دَ اِستحاضې۔
نمبر۸۔ که دَ چا همیشه څلورورځې حیض راتلو۔ بیا یو میاشت پکښې پنځه ورځې وینه راغله او بله میاشت کښې پنځلس ورځې راعله نو په دې پنځلسو ورځو کښې به پینځه دَ حیض شمیرلې شې او لس(۱۰) دَ اِستحاضې دَ زوړ عادت به اِعتبار نه وې۔ خیال دادې چې عادت به ېٔ بدل شوې وې دَ څلورو په ځاېٔ به پنځه ورځې شوې وې۔
نمبر۹۔ که دَ چا وِینه دَ لسو(۱۰) ورځو نه زیاته راغله او هغې ته خپل زوړ عادت بلکل یاد نه وې چې وړومبې زما څو ورځې راتله۔ یا ېٔ څهٔ خاص عادت نهٔ وې۔ دا مسٔله ډیره باریکه ده پوهیدل ورباندې ګران دې داسې واقعه هم کمه پیښیږې که چاته ضرورت پیښ شو نو دَ چا لوېٔ عالم نه دې تپوس وکړې او ځان دې ښهٔ پوه کړې۔
نمبر۱۰۔ که دَ چاپه ړومبې ځل وِینه راغله نو که دَ لسو(۱۰) ورځو نه کمه وه یا لس(۱۰) ورځې پُوره وه۔ دا ټول ”حیض“ دې او که دَ لسو(۱۰) ورځې نه زیاته وَه نو پوره لس(۱۰) ورځې به دَ حیض شمیرلې شې۔ او باقې ”استحاضه“ ده۔
نمبر۱۱۔ که دَ چا پهٔ ړومبې ځل وینه راغله خو هغه بنده نه شوهٔ دوه درې میاشتې په مخه جارې وه نو دَ کومې ورځې نه چې وینه شروع شوې وه دَ هغې ورځې نه به لس (۱۰) ورځې دَ حیض او باقې شل ورځې په هره میاشت کښې دَ اِستحاضې شمیرلې شې۔
نمبر۱۲۔ که دَ دوؤ حیضو تر مینځه دَ پاکیٔ ورځې کم نه کم پنځلس(۱۵) دې او دَ زیاتو څه حد نشته که په څه وجه دَ چا څو میاشتې”حیض“ رانغلو هغه ټولې دَ پاکیٔ ورځې دې۔
نمبر۱۳۔ که دَ درې ورځې شپې وِینه راغله بیا پنځلس(۱۵) ورځې پاکه وه بیا درې ورځې شپې پوره وِینه راغله۔ نو دا درې ورځې ړمبیٔ او درې وُرستیٔ دَ حیض دې او مینځ کښې پنځلس(۱۵) ورځې دَ پاکیٔ دې۔
نمبر۱۴۔ او که یو یا دوه ورځې وِینه راغله بیا پنځلس(۱۵) ورځې پاکې وه بیا یو یا دوه ورځې وِینه راغله نو دَ مینځ پنځلس ورځې خو دَ پاکیٔ دې او دا یَو سر بل سر یو یا دوه ورځې هم دَ اِستحاضې دې دَ حیض نه دې۔
نمبر۱۵۔ که یو ورځ یا څو ورځې وِینه راغله بیا دَ پنځلسو(۱۵) ورځو نه کمه پاکې وه بیا وِینه راغله نو دَدې پاکیٔ څهٔ اعتبار نشته۔ داسې به ګنړلې شې لکه ټولې ورځې وِینه وه۔ نو چې څو ورځې ېٔ دَ حیض عام عادت وو هغومره ورځې به دَ اِستحاضې وې دَ هغې مثال داسې دی لکه دَ یوې ښځې دَ میاشتې پهٔ ړومبیٔ،دویئم او دریئم تاریخ دَ حیض راتلو عادت وې۔ بیا یَو میاشت داسې چل وشو چې په ړومبې تاریخ وینه راغله۔ بیا نه وه په پنځلسم(۱۵) تاریخ وِینه څرګند شوه۔ نو داسې به شمیرلې شې چې دا شپاړس واړه ورځې وینه وه۔ اوس چې دَ هغې څه عادت وې هغه به حیض وې باقې به استخاضه وې۔ که عادت ې دَ اول دویئم دریئم وو نو دَ هغې نه پس دا دیارلس(۱۳) ورځې به اِستحاضه وې۔ که عادت ېٔ پنځم، شپږم،اووم نو اول څلور ورځې اؤ ورپسې نهه (۹) ورځې به استحاضه وې۔ او که هیڅ عادت ېٔ نه وو، وړومبېٔ ځل ورباندې وِینه راغلې وه نو اولنیٔ لس(۱۰) ورځې به دَ ”حیض“ ګنړلې شې او ورپسې شپږ به دَ اِستحاضې وې۔
نمبر۱۶۔ دَ حمل په ورځو کښې چې کومه وِینه وې هغه هم دَ حیض نه وې۔ استحاضه وې هر څو ورځې چې وې۔
نمبر۱۷۔ دَ وړوکې پیدا کیدو په وخت چې دَ وړوکې پیدا کیدو نه مخکښې کومه وِینه راځې هغه هم اِستحاضه ده۔ (نفاس نهٔ دې) بلکه څو پورې چې وړوکې دَ نیم نه زیات نه وې پیدا شوې تر هغې پورې ټوله وِینه دَ اِستحاضې ده۔
دَ حیض اَحکام
نمبر۱۔ دَ جامو په ورځو کښې مونځ کول او روژه نیول دواړه صحیح نه دې۔ خو فرق ورکښې داشته چې مونځ ورته بلکل معاف دې دَ پاکیٔ نه پس ورباندې قضا نشته۔ لیکن روژه ورته معاف نه ده۔ دَ پاکیٔ نه پس به ېٔ قضا نیسې۔
نمبر۲۔که دَ فرض مونځ کولو په مینځ کښې ېٔ جامې راغلې نو دا مونځ ورته معاف شو دَ پاکیٔ نه پس به ېٔ قضا نه کوې۔ او که دَ نفلو یا سنتو مینځ کښې ېٔ جامې راغلې نو دَ هغې به قضا جار باسې۔ که دَ روژې په مینځ کښې راغلې وې نو دا روژه ېٔ ماته شوه دَ پاکیٔ نه پس به ېٔ قضا نیسې۔ که نفلې روژه وې دَ هغې به هم قضا نیسې۔
نمبر۳۔ که دَ مانځه وخت پهٔ ختمیدو وو۔ خو دې لا مونځ کړې نه وو چې جامې ېٔ راغلې نو هم ورته دا مونځ معاف شو۔
نمبر۴۔ دَ جامو په ورځو کښې دَ سړې سره ملاستې جائز نهٔ دې۔ دَ دینه علاوه نور ټول کارونه لکه سره روټیٔ خوړل،یا ځاېٔ کښیناستل وغیره خیر دې۔
نمبر۵۔ که دَ چا عادت دَ پنځو(۵) ورځو یا نهو(۹) ورځو وو، نو چې دَ څو ورځو عادت ېٔ وو، هغومره ورځې وِینه راغله بیا بنده شوه نو څو پورې چې ېٔ لامبلې نهٔ وې دَ سړې سره ملاستې ورته ښهٔ نه دې۔ که لامبلې ېٔ نه وې هم چې دَ یَو مانځه وخت ورباندې تیر شې او دَ مانځه قضا ورباندې لازمه شې نو بیا ملاستې خیر دې۔
نمبر۶۔ که عادت ېٔ دَ پنځو(۵) ورځو وې او وِینه څلور ورځې راغله بنده شوه نو لامبل او مونځ کول ورباندې فرض دې۔ ماستې به دَ پنځو ورځو نه پس کوې مخکښې صحیح نه دې۔ شاید چې بیا وِینه راشې۔
نمبر۷۔ او که پوره لس(۱۰) شپې ېٔ جامې راغلې نو چې دَ کوم وخت نه وینه بنده شوې وې دَ هغې وخت نه ورته ماستې جائز دې ۔ لامبلې ېٔ وې که نه۔
نمبر۸۔ که یوه ورځ یا دوه ورځې وینه راغله بیا بنده شوه نو لامبل فرض نه دې۔ اودس دې وکړې او مونځ دې وکړې خو ملاستې ورته جائز نه دې۔ که دَ پنځلسو(۱۵) ورځو نه مخکښې بیا وینه ښکاره شوه نو معلومه به شې چې دا ټولې دَ جامو ورځې وې۔ دَ حساب نه چې حو ورځې دَ جامو وې هغه به دَ جامو شمیرلې شې باقې به استحاضه ګنړلې شې اوس دې وُلامبې او مونځ دې کوې او که پوره پنځلس(۱۵) ورځې تیرې شوې او بیا وِینه څرګنده نهٔ شوه نو معلومه چې دا استحاضه وَه دَ یوې یا دوه ؤ ورځو په وجه ېٔ چې کوم مونځونه قضا کړې وې دَ هغې به قضا جارباسې۔
نمبر۹۔که دَ چا دَ دریؤ ورځو دَ جامو عادت وو لیکن په یو میاشت کښې دَ درې ورځو نه پس وینه بنده نه شوه هم هغَسې جارې وَه نو اوس دې لا غُسل نه کوې او نه دې مونځ کوې۔ که پوره لس(۱۰) ورځې او شپې یا ددې نه کمو کښې وینه بنده نه شوه نو ددې ټولو ورځو مونځ ورته معاف دې داسې به ګنړلې شې چې عادت ېٔ بدل شو دا ټولې ورځې دَ جامو وې۔ او که پهٔ یولسمه (۱۱) ورځ هم وینه راغله نو دابه معلومه شې چې عادت ېٔ نه دې بدل شوې دَ جامو ورځې هم هغه درې وې دا نورې ورځې دَ استحاضې وې اوس دې په یؤلسمه(۱۱) ورځ وُلامبې دَ اوو(۷) ورځو دَ مونځونو قضا دې وُجارباسې او دَ دینه پس دې نه قضا کوې۔
نمبر۱۰۔ که دَ لسو(۱۰) ورځو نه کمې جامې ېٔ راغلې وې او داسې وَخت کښې ېٔ وینه بنده شوه چې دَ مانځه وخت بلکل تنګ وو۔ که زر،زر، وُلامبې نو هم دَ مانځه ۔۔۔۔ دومره وَخت بچ کیږې چې یو ځل اَللهُ اکبر ورکښې وئیلې شې ددینه زیات څه نشې وئیلې ۔بیا هم ورته دغه مونځ معاف نه دې قضا به ېٔ جارباسې۔ او که دومره وَخت هم نه وو چې دَ نیت تړلو سره ورکښې یَو ځل الله اکبر اووئیلې شې نو دا مونځ ورته معاف دې۔
نمبر۱۱۔ او که جامې ېٔ پوره لس(۱۰) ورځې شپې راغلې او داسې وخت کښې پاکه شې چې دَ مانځه وخت په ختمیدو وو صرف یو ځل الله اکبر ورکښې وئیلې شودَ لامبلوګُنجائش هم ورکښې نه وو۔ بیا هم دا مونځ ورباندې فرض دې قضا به ېٔ جار باسې۔
نمبر۱۲۔ که په رمضان شریف کښې دَ ورځې پاکه شوه۔ نو دَ پاکیٔ نه پس ورته هم خوړل څښل جائز نه دې تر ماښامه به دَ روژه دارو غوندې وسې لیکن دا ورځ به ېٔ په روژه کښې نه حسابیږې۔ قضا به ېٔ نیسې۔
نمبر۱۳۔ او که پُوره لس(۱۰) ورځې شپې ېٔ جامې راغلې وې او دَ شپې پاکه شوه نو که دَ شپې لږه حصه هم پاتې وه چې دَ صبا کیدو نه وړومبې یَو ځل هم اَللهُ اکبرنشې وئیلې بیا هم ورباندې دا روژه نیول فرض دې۔ او که جامې ېٔ دَ لسو ورځو نه کمې وې او دومره شپه باقې وه چې زر زر غُسل کولې شې دَ صبا کیدو نه مخکښې خو دومره وخت هم نه پاتې کیږې چې یَو ځل ورکښې اَللهُ اکبر وُوائی بیا هم ورباندې داروژه بیا هُم ورباندې دا روژه نیول فرض دې که دومره وخت ووخو غُسل ېٔ ورکښې ونهٔ کړو نو هُم دې روژه وُنیسې او بیا دې سحر وُلامبېروژه دې نه ماتوې او که دومره وَخت هُم نهٔ وو چې دَ صبا کیدو نه مخکښې زرزر پکښې لامبلې شې نو بیا دَ دَغه ورځې روژه صحیح نه ده۔ لیکن په دَغه ورځ به خوراک څښاک هم نه کوې لکه دَ روژه دارو غوندې به وې۔ او بیا به ېٔ قضا نیسې۔
نمبر۱۴۔ چې وینه بَهَر څرمنې ته راؤوځې دَ هغې وخت نه جامې حسابیږې دَ څرمنې نه بَهَر بهیدلې وې که نه ددې څه اعتبار نشته۔ که چا دننه مالوچ اِیښې وې چې وِینه ترې بهرته نه را اُوځې۔ نو څو پورې چې وینه دننه طرف ته وې او بَهَر مالوچوته ېٔ نشانه څرګنده شوې نه وې تر هغې پورې پرې دَ جامو حکم نشې لګیدې چے دَ وینې اثر بَهَر ته ښکاره شې یا مالوچ راوویستې شې۔ دَ هغې وَخت نه به دَ جامو حاسب کیږې۔
نمبر۱۵۔ که پاکې ښځې دَ شپې دننه مالوچ ایښې وو چې سحر ېٔ رالرې کړهٔ نو دَ وینې داغ وو پرې۔ دَدغې وَخت نه به ېٔ جامې حسابیږې۔
دَ اِستحاضې اَحکام
نمبر۱۔ دَ استحاضې حکم داسې دې له چې دَ چا په پوزه وینه راځې او نهٔ بندیږې(یا ېٔ دَ څه زخم نه وِینه بهیږې) داسې ښځه به مونځ روژه هُم نه قضا کوې۔ او ملاستې ورسره هم جائز دې دَ اِستحاضې نور احکام بلکل دَ معذورپه شان وې۔
دَ نفاس اَحکام
نمبر۱۔ دَ وړوکې دَ پیدائش نه پس چې دَ وړو بولو پهٔ ځاېٔ کومه وِینه راځې هغې ته ”نفاس“ وائی۔ زیات نه زیات څلویښت ورځې وې۔ او دَ کمو ورځو ېٔ څه حد نشته که دَ چا یوه ګنټه نیمه وِینه راغله بیا بنده شوه دا هم نفاس دې۔
نمبر۲۔ که دَ وړوکې دَ پیدائش نه پس دَ چا وِینه بلکل رانشې هم ورباندې لامبل فرض دې۔
نمبر۳۔ چې وړوکې دَنیمې نه زیات راوُتې وې خو لا پوره نه وې راوُتې چې وینه شروع شې۔ دا هُم دَ نفاس وِینه ده۔ او که دَ نیمې کم راوُتې وې او وِینه راغله نو دا نفاس نه دې۔ استحاضه ده۔ که هوش حواس ېٔ برابر وې او دَ مانځه وخت وې نو مونځ به کوې۔ که نشې کولې پهٔ اِشاره دې وکړې خو قضا کوې دې ېٔ نه ګنې ګُنهګار به وې البته که پهٔ مانځه کولو کښې دَ وړوکې دَ مړکیدو خطره وې نو بیا دې ېٔ نه کوې۔ همدَغسې وائی ته دا حکم دې که دا خطره وې چې مانځه ته ترینه پاسې نو وړوکې به خراب شې نو مونځ دې قضا کړې خو دَ وُزګارتیا نه پس دې زر قضا وُجارباسې۔
نمبر۴۔ که دَ چا وړوکې دَکمې مودې پیدا شو نو که یو نیم اندام ېٔ جوړ شوې وې نو دَ وړوکې دَ پیدائش نه پس چې کومه وِینه راځې هغه به نفاس وې۔ او که بلکل ېٔ څه اندام نه وو جوړ شوې تشه دَ غوښې ټوټه وه نو دا وِینه به بفاس کښې نه شې شمیرلے که دَ جامو ورځې ېٔ وې او وِینه دَ درې ورځو نه زیاته راغله نو پهٔ جامو کؤې به حسابیږې۔ او که پهٔ جامو کښې نه شوه حسابیدې چې دَ پاکیٔ ورځې ېٔ دَ پنځلسو (۱۵) نه کمې وې یا وینه دریو ورځو نه کمه راغله نو دابه استحاضه ګنړلې شې۔
نمبر۵۔ که دَ نفاس وِینه دَ څلویښتو ورځو نه زیاته راغله نو که دا ېٔ ړومبې اولاد وې نو څلویښت ورځې به دَ نفاس حسابیږې او باقې به استحاضه اوکه دا ېٔ ړومبې نه وې ددې نه مخکښې ېٔ نور اولاد شوې وې او عادت ېٔ معلوم وې چې دَ نفاس وِینه ېٔ څو ورځې راځې نو چې څومره ورځې ېٔ عادت وې هغه هومره ورځې به دَ نفاس ګنړلې شې۔ او باقې به دَ استحاضې۔
نمبر۶۔ که د چا عادت دا وو چې دَ نفاس وِینه ېٔ دیرش(۳۰) ورځې راتله لیکن دیرش ورځې تیرې شوې او وِینه ېٔ لا بنده نه وه نو اوس دې لانه لامبې که پوره څلویښت ورځې پس ېٔ وِینه بنده شوه نو دا ټولې ورځې به دَ نفاس حسابیږې او که دَ څلویښتو نه زیاته شوه نو دیرش ورځې به دَ نفاس حسابیږې او باقې به اِستحاضه وې اوس دې سمدستې وُلامبې او دَ لسو(۱۰) ورځو مونځونه دې قضا وُجارباسې او نور دې نه قضا کوې۔
نمبر۷۔ که دَ نفاس وِینه دَ څلویښتو ورځو نه مخکښې بنده شوه نو تر څو څلویښتو ورځو دې اِنتظار نه کوې۔ سمدستې دې وُلامبې او خپل مونځ دې کوې ۔ که لامبل ورته نقصان رَسَوې نو تیممّ دې وُکړې خو مونځ دې نه قضا کوې۔
نمبر۸۔ پهٔ نفاس کښې هم لکه دَ جامو دَ ورځو مونځ بلکل معاف دې او روژه به نه نیسې چې جوړهٔ شې قضا به ېٔ نیسې ۔ دَ روژې او مانځه او دَ سړې سره ملاستې ېٔ هغه حکم دې کوم چې دَ جامو دَ ورځو په بیان کښې تیر شوې دې۔
نمبر۹۔ که دَ شپږو میاشتو دَننه دَ چا دوه واړهٔ پیدا شول نو دَ نفاس موده به دَ اول وړوکې نه شمارلې شې که دویئم وړوکې لس شل ورځې یا یَو دوه میاشتې پس پیدا شو نو دَ نفاس حساب بهٔ دَ دویئم بچې نه نهٔ شې کولې۔
دَ جنابت،نفاس او حیض اَحکام
نمبر۱۔ کومه ښځه چې په نفاس یا حیض کښې وې بیا ورباندې لامبل فرض وې۔ یا کوم سړې باندې چې لامبل فرض وې هغویٔ ته په جماعت کښې ننوتل دَ کعبې شریفې طواف کول، کلام مجید لوستل او کلامِ مجید ته لاس وروړل جائز نه دې۔ البته که کلام مجید په رومال کښې نغښتې وې۔ یا په کڅوړه کښې یا بله کپړه کښې نغښتې وې، چې هغه کپړه پورې ګنډلې نه وې ویستلې شې ترینه،نو په داسې وخت کښې کلام مجید ته لاس وروړل خیر دې۔
نمبر۲۔ چې څوک پهٔ اودس کښې نه وې هغهٔ ته هم کلام مجید ته لاس وروړل جائز نه دې۔ البته پهٔ خُله ېٔ لوستلې شې۔
نمبر۳۔ پهٔ کومه روپیٔ،پیسه،یا تعویز یا بل څهٔ شې باندې چې دَ قران شریف ایت لیکلې وې۔ هغو ته هم بې اؤدسه یا پهٔ چا چې غُسل فرض وې یا حیض او نفاس ښځې ته لاس وروړل جائز نهٔ دې۔ البته په کڅوړه یا څه لوښې کښې وې نو هغې کڅوړه یا لوښې ته لاس وروړې شې۔
نمبر۴۔ دَ قمیص په لمن یا دَ لوپټې په پیڅه هُم قران شریف نیول ښهٔ نهٔ دې۔ البته که داسې کپړه وې چې د بدن نه چاپیره نه وې لکه رُومال نو بیا خیر دې۔
نمبر۵۔ که پوره ایت نه لولې یَو لفظ یا دَ ایت یَو ټکړه لولې نو خیر دې دا ټکړه دې دومره لویه نه وې چې دَ یَو وړوکې ایت برابر شې۔
نمبر۶۔ که دَ اَلحَمدُ سُورة ټول دَ دُعا پهٔ نیت وُوائی یا نورې دُعاګانې کومې چې قران شریف کښې دې دَ دُعا پهٔ نیت وُوائی دَ قران دَ تلاوت نیت ېٔ ورکښې نه وې نو خیر دې څهٔ ګناه ورکښې نشته۔ لکه دا دُعا وُوائی۔
رَبَّنَا اٰتِنَا فِی الدُّنیَا حَسَنَةً وَّفِی الاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَ قِنَا عَذابَ النَّارِ
یا دا دُعا وُوائی
رَبَّنَا لَا تُوءَاخِذنَا اِن نَسِینَا اَو اَخطَاءنا
تراخره پورې کومه چې دَ سوره بقره په اخر کښې ده۔ یا بل څهٔ دُعا چې قران شریف کښې وې، دَ دُعا په نیت وُوائی دَ تلاوت نیت ېٔ ورکښې نه وې نو دَ دې ټولو وَینا خیر دې، څهٔ پاک ېٔ نشته۔
نمبر۷۔ دَ دُعاېٔ قنوت وَینا ورته جائزده۔
نمبر۸۔ که پهٔ داسې حالت کښې څوک وَړو ته سبق ښېٔ نو پهٔ ټکو ورته ښیلېٔ شې او روغ ایت دې ورته روان نه وائی۔ بلکه یَو یَو لفظ یا دوه دوه لفظه دې ورته وائی مینځ کښې دې ساه اَخلې۔
نمبر۹۔ کلمه،درود شریف، دَ خداېٔ تعالٰی نومونه اؤ استغفار وئیل یا څهٔ وظیفه کول لکه
لَا حَولَ وَلاَ قُوَّةَ اِلَا بِا للهِ العَلِیّ العَظِیم
ورته وئیل جائز دې۔
نمبر۱۰۔ دَ جامو پهٔ ورځو کښې ښځو ته پکار دې چې دَ مانځه پهٔ وَخت اؤدس وُکړې دَ مانځه پهٔ ځاېٔ څهٔ ساعت وظیفه وکړې۔ چې دَ مانځهٔ عادت ېٔ هیر نه شې او دَ پاکیٔ نه پس ېٔ پهٔ مانځه کښې ناراستې رانشې۔
نمبر۱۱۔ که دَ مخکښې نه ورته دَ لامبلو ضرورت وو خو لامبلې ېٔ نه وو چې جامې ېٔ راغلې نو اوس پرې لامبل فرض نه دې۔ دَ پاکیٔ نه پس چې وُلامبې نو دغه غُسل ېٔ دَ دواړو دَ پاره کافې دې۔
دَ ځوانیدو اَحکام
نمبر۱۔ دَ کومې جینیٔ چې جامې(حیض) راشې یا بارداره شې که بارداره شوې نه وې خو خوب کښې دَ سړې سره اُودهٔ کیدل وُوینې مزه پرې واخلې او غُسل پرې واجب شې۔ دې دریواړو شکلونو کښې هغې ته ځوانه وئیلې شې۔ مونځ،روژه،او دَ شریعت ټول احکام ورباندې فرض شو او که دې درې واړو علامو کښې یوه هُم نه وې خو عُمر ېٔ پنځلس(۱۵) کاله شې بیا به هم ورباندې دَ ځوانیٔ حُکم لګولې شې۔
نمبر۲۔ ځوانیدو ته پهٔ شریعت کښې بالغ کیدل وَئیلې شې۔ دَ نهو(۹) کالو نهٔ مخکښې جینیٔ بالغه کیدې نه شې۔ که څهٔ وِینه پرې راشې هم نو هغه به دَ اِستحاضې ناجوړتیا وې ۔ دَ ځوانیٔ به نه شې ګنړلې۔
دَ کفن بیان
که دَ لږې مودې وړوکې پیدا شې او لاس پښې څه اندامونه ېٔ نهٔ وې جوړ شوې نو هغه به نهٔ لَمبَولې شې نه به کفن وراغوستَولې شې او نه به ېٔ جنازه کولې شې۔ صرف یوه کپړه کښې به ونغاړې او یو غار به ورته وکنې پکښې به ېٔ ښخ کړې او کهٔ څهٔ اندامونه ېٔ جوړ شوې وو نو لامبَولې به شې او نوم به پرې کیښوې شې البته کفن ضرورت نشته۔ صرف یوه کپړه کښې به ېٔ وُنغاړې او بغیر دَ جنازې دَ مانځه به ېٔ غار کښې ښخ کړې۔
نمبر۱۳۔ که دَ وړوکې صرف سر راووځې دغه وخت کښې ژوندې وې بیا دَ نور پیدا کیدو نه وړومبې مړ شې نو دَ هغهٔ داسې حکم دې چې مړ پیدا وې۔ ا وکه زیاته حصه ېٔ پیدا شوې وه او مړ شو نو هغه داسې ګنړلې شې لکه ژوندې پیدا شې او مړ شې۔ کفن او جنازه هر څه به ېٔ کیږې۔ که سر ېٔ ړومبې شوې وې نو که تر سینې راؤتې وې دا به اکثره حصه شمیرلې شې۔ او که پښې ېٔ ړومبیٔ وې نو تر نامهٔ پورې به اکثره حصه شمیرلې شې۔
هغه کارونه چې مونځ پرې ماتیږې
که سړې مونځ کوې او دَ مانځه پهٔ حالت کښې ېٔ ښځه ښکل کړې نو دَې سړې مونځ نه ماتیږې البته که ددې کښلَولو پهٔ وَخت کښې دَ سړې خواهش وُشې نو مونځ بهٔ ېٔ مات شې۔ او که ښځې مونځ کولو اؤ سړې کښل کړه نو دَ ښځې مونځ مات شو۔ سړې پهٔ خواهش کښل کړې وې او که بې خواهشه او دَ ښځې خواهش شوې وې او که نه۔
دَ قضا مونځونو کولو طریقه
که یَو نابالغه هلک دَ ماسخوتن مونځ وکړو اودهٔ شو او سحر کیدو نه پس چې بیدار شو نو پهٔ جامو ېٔ دَ منې اَثر ولیدو چې دَ هغې نه معلومه شوه چې احتلام ورته شوې دې نو صحیح قول دادې چې دَ ماسخوتن مونځ به بیا دوباره کوې۔ اؤ که دَ سحر کیدو نه وړاندې ېٔ اِحتلام شوې وې نو دَ ماسخوتن مونځ به ضرور قضا جارباسې۔