دریمه برخه

دریمه برخه
کتابُ الصَّوم
دَ روژې فضيلت
حديث: رسول عليه السَّلام فرمائیلې دې۔” دَ روژه دار خوب عبادت دی او دَ هغه چپ والې ثنا ده۔“ که روژه دار چپ هم وې نو دَ سُبحَانَ الله وَينا هُمره ثواب وَرکيدې شې۔ دَ هغه اعمال زياتَولې شې۔ دَ نيت عمل ثواب دَ نورو ورځو په مقابله کښې زيات ورکولې شې۔ دَهغهٔ دُعا مقبوله وې۔ او دَ هغهٔ ګناهونه معاف کيږې۔ صغيره يعنی واړهٔ ګُناهونه ېٔ معاف کيږې۔ کبيره ګُناهونه بغير توبې نشي معاف کيدې۔
حديث کښې راغلې دې”روژه ډال دې او دَ دوزخ نه بچ کولو دَ پاره مضبوط قلعه ده۔“ څنګه چې ډال او مضبوط قلعه بنيادم دَ دشمن دَ حملې نه بچ کوې۔ دَغَسې روژه بنيادم دَ دوزخ دَ اور نه بچ کوی۔ ځکه چې دَ روژې پهٔ وجه پهٔ بنيادم کښې دَ نيکيو طاقت زيات شې۔ او دَ بديو طاقت ېٔ کمزورې شې۔ او که څوک باقاعده دَ روژې دَ ادب خيال وُساتې نو ډير ګُناهونه ترې نه پاتې شې۔
حديث کښې راغلې دې۔ ”روژه ډال دې څو پورې چې پهٔ دروغو يا غيبت مات نه کړې شې“۔ يعنې روژه ډال دې خو چې روژه دار پکښې دَ ګُناهونو نه ځان بچ وساتې۔ او که ورسره دروغ وائی،غيبت کوی، نور ناکاره کارونو نه ځان نهٔ ساتي نو فرض خو به ېٔ پوره شې خو برکت به ېٔ نه وې۔
حديث کښې راغلې دې۔”روژه ډال دی دَ دوزخ نه نو څوک چې صبا کړې پهٔ دې حال کښې چې روژه ېٔ نيولې وې۔ پهٔ هغه ورځ دې څه جنګ جګړه نه کویٔ۔ که څوک ورته څهٔ بده خبره کوې، دی دې ورته بده نهٔ وائی۔او ورته دې وُوائی چې ما روژه نيولې ده”قسم مې دې وې پهٔ هغه ذات باندې چې دَ محمدﷺ روح دَ هغه پهٔ قبضه کښې دې۔ دَ روژه دار دَ خولي وهم خداېٔ پاک ته دَ مُشکو دَ خوشبويیٔ نه زيات خوږ دې“۔ دَ قيامت پهٔ ورځ به دَ ورژه دار دَ خولې نه دَ روژې دَدې بد وږم پهٔ عوض کښې دَ مشکونه زياته خوشبوئی ځې۔ پهٔ دُنيا کښې پهٔ روژه دار دا تکليف دَ هغې خوشبويَیٔ حاصلَولو ذريعه ده۔
حديث کښې دې”روژه دار ته دَ روژې ماتَولو پهٔ وَخت کښې دَ داسې دُعا اجازت دې چې دَ هغې دَ قبلَولو خاصه وعده شوې ده“۔ يعنې دَ افطارپهٔ وخت کښې چې روژه دار کومه دُعا وُغواړې۔ خدائ پاک بهٔ ېٔ قبلَوې۔
حديث کښې دې۔ رسول عليه السَّلام دوه ؤ کسانو ته دَ روژې نيولو حکم وکړو۔ او ورته ېٔ وفرمائیل۔”روژه دَ دوزخ نه او دَ زمانې دَ مُصيبتونو نه بچ کيدلو دَ پاره ډال دې“۔ دَروژې پهٔ برکت به روژه دار دوزخ دَ اور نه هم بچ وې۔ او دَ دُنيا دَ مُصيبتونو نه به ېٔ هُم خلاص کړې۔
حديث کښې دې درې کسان داسې دې چې هغویٔ سره به دَ خوراک حساب(پهٔ قيامت کښې) نه وې۔ هر څه چې ېٔ خوړلې وې۔ چې حلال وې۔ روژه دار،پيشمنې کؤونکې دَ خداېٔ پهٔ لار کښې دَ سرحد حفاظت کؤونکې۔ يعنې کوم کسان چې دَ اِسلام پهٔ سرحد ديره وې۔ او دَ کفارو سره دَ اسلام دَ ملک دَ حفاظت دَ پاره جنګ کوې۔ ددې نه معلومه شوه چې ددې درې واړو کسانو ډيره لويه درجه ده۔ چې حساب کتاب ورته معاف شو۔ ليکن ددې معافیٔ پهٔ وجه پهٔ ډيرو خوندناکو خوراکونو کښې مشغوليدل نه دې پکار۔ ځکه چې دا دَ خداېٔ دَ یادو نه غفلت پيدا کوې ۔ او دَ ګُناهونو طاقت ته مضبوطيا ورکوې۔ دَ خداېٔ دَ دې نعمت قدر داسې کول پکار دې۔ چې دَ هغه شکر ادا کړې او نور ېٔ اِطاعت زيات کړې۔
حديث کښې دې۔” څوک چې روژه دار باندې روژه ماتې وُخورَوې نو هغهٔ ته به ددې روژه دار هومره ثواب ورکيدې شې۔ بغير دَ دې نه چې دَ روژه دار پهٔ ثواب کښې څهٔ کمې راشې“۔ ينعنی دَ روژه دار د َروژے پهٔ ثواب کښې څهٔ کمې نه راځې۔ خداېٔ پاک به پهٔ خپل فضل و کرم دَ خپل طرف نه هغهٔ ته دَ هغه روژه دار دَ روژې هومره ثواب ورکړې۔ اګر چې معمولې روژه ماتې پرې خورَولې وې۔که یَو ګُټ اوبهٔ یا یوه چواره وې هُم۔
حديث کښې راغلی دې۔” بې شکه خدایٔ پاک بنيادمو ته دَ نيکیٔ ثواب دَ لس (۱۰) چنده نه تر اوه(۷) سوه چنده پورې مقرر کړې دې۔ سِوا دَ روژې نه (چې دَدې دَ پاره څه حد نشته) خداېٔ پاک فرمائیلې دې ۔چې روژه زما دَ پاره ده او دَدې ثواب به زه ورکوم“۔ دَدې نه دَ روژې دَ ثواب دَ لویَیٔ اندازه لګيدې شې۔ حساب ېٔ نه دې معلوم چې څومره به وې۔ خداېٔ به ېٔ پخپله عنايت کوې۔ دَ ملائیکو په واسطه به هم نه وې۔ سبحان الله ۔ ددې لږ غوندې محنت او تکليف دَ خداېٔ پاک سره څومره قدر دې۔ ليکن دَروژې دا فضيلت هله دې چې دَروژې دَ حق پوره خيال وُساتلې شې۔ دَ دروغو،غيبت، او نورو ګناهونو نه ورکښې ځان وُساتې۔ بعغې خلق بې پروائیی سره پهٔ روژه کښې دَسحر مونځ قضا کوې۔ هغویٔ ته به دومره ثواب نه شې ورکيدې۔ دَ دې حديث نه دا خيال نه دې پکار چې روژه دَ مانځه نه زيات فضيلت لرې۔ مونځ په ټولو عبادتونو کښې افضل دې۔ ددې نه مطلب دادې چې دَ روژې ثواب ډير دې دانه چې دَ ټولو عبادتونو نه زياته ده“۔ او بيشکه دَ روژهدار دَ پاره دوه خوشحالیٔ دې۔ یوه خوشحالې دَ روژه ماتې پهٔ وخت او بله دَ قيامت پهٔ ورځ“۔ (دَ خداېٔ پاک سره دَ ملاقات پهٔ وخت کښې)۔
حديث کښې راغلې دې۔”چې رمضان شروع شې دَ اسمانونو دروازې پرانستې شې ۔ او دې دروازو کښې یوه دروازه هم دَ روژې تر اخرې ورځې پورې نشې بندَولې۔ او هر یو مُسلمان چې دَ رمضان په شپو کښې دَ شپې مونځ وُکړې۔ الله تعالیٰ به ورته دَهغې په بدل کښې دوه نيم زره نيکیٔ وُليکې۔(يعنې دَ يَو رکعت په بدل کښې به ورته خداېٔ پاک دَ دوه نيم زره نيکيوثواب ورکړې)۔” او خداېٔ پاک به ورته پهٔ جنت کښې دَ سرو یاقوتو نه یو محل جوړ کړې۔ چې دَ هغې به شپيته(۶۰) دروازې وې۔ او پهٔ هره دروازه کښې به ېٔ دَسرو زرو یَو محل وې چې پهٔ یاقوتو به ښائسته شوې وې۔ بیا چې څوک دَ رمضان روژې نيول شروع کړې ۔ نو خداېٔ به ورته دَ مخکښې رمضان نه تر دې تاريخه پورې ټول (واړهٔ) ګناهونه معاف کړې۔“(يعنې دَ تير شوې کال ټول واړهٔ ګناهونه به وته معاف شې۔ او غټ ګناهونه صرف په توبه معاف کيږې۔”او هغه دَ پاره به هره ورځ اويا(۷۰) فرشتې دَ سحر دَ مانځه نه دَ ماښام تر مانځه پورې بخښنه غواړې۔ او دَ مانځه دَ هر يو رکعت پهٔ بدل کښې به دَ شپې ېٔ کړې وې که دَ ورځې پهٔ جنت کښې یَوه داسې سايه داره وُنه ورکيدې شې چې دَ هغې په سويرې کښې پنځه سوه او پنځويشت کاله سفر کيدې شې۔“ څومره لوېٔ فضيلت دې دَ روژو روژه هيچرې قضا کول نه دې پکار بلکه همت پکار دې چې نفلې روژې هُم وُنيولې شې۔
حديث کښې راغلې دې۔ ” بې شکه جنت دَ کال دَ اول نه دَ کال تر اخره پورې دَ رمضان دَ مياشتې دَ پاره ښائسته کولې شې۔ او بيشکه دَ غټو سترګو والا ښائسته حُورې جوړَوې۔ دَ کال دَ اول نه تر اخره دَ روژه دارو دَ پاره۔ چې دَ رمضان مياشت راؤخيژې،نو جنت وائی چې یَه خدایه په دې مياشت کښې خپل نيک بنديان ماته راواستَوه“۔ يعنې حکم وکړه چې دَ قيامت پهٔ ورځ به لته راځې۔ ” او حورې وائی چې یه خدایه زمونږ دَ پاره خپل نيک بنديان په دې مياشت کښې مقرّره کړه۔ نو چا چې په دې مياشت کښې پهٔ چا مسلمان څه تهمت اونه لګَولو۔ او په دې مياشت کښې نشه دار څيزونه اونهٔ څښل۔ خداېٔ پاک به دَ هغه دَ ټول کال نيک عملوُ نه وران کړې“۔ څنګه چې په بزرګو ورځو کښې دَ نيکو کارُونو ثواب زيات وې۔ دَغَسې دَ ګُناهونو عذاب هم سخت وې۔ ”نو اوويريږیٔ تاسو دَ رمضان دَمياشتې نه۔ ځکه چې دا دَ خداېٔ مياشت ده“۔ په دې مياشت کښې بنديانو ته حکم دې چې هغه هميشه دَ پاره نه خوری څښې۔ په دې وجه دا مياشت دَ خداېٔ پاک سره خاصه شوې ده۔ که نه وې تو ټولې دَ خداېٔ مياشتې دې۔ ”تاسو دَ پاره خداېٔ پاک یؤلس(۱۱) مياشتې مقرّر کړې دې۔ چې په هغې کښې تاسو خوراک څښاک کویٔ او لذّت حاصلَوی۔ او دَ خپل ځان دَپاره ېٔ یَوه مياشت مقرّر کړې ده۔“ چې پهٔ هغې کښې به تاسو خوراک څښاک او لذّت ته ځان ساتیٔ”پس اوويريږېٔ دَ رمضان دَ مياشتې نه ۔ بې شکه دا دَ خداېٔ پاک مياشت ده۔“ اګر چې اطاعت هميشه دَپاره پکار دې خو پهٔ دې مياشت کښې خاص خيال ساتل پکار دې۔ پهٔ خاصو ځايوُنو کښې لکه مکّهؔ معظّمه او مدينهؔ منّوره کښې او په خاصو ورځو لکه رمضان کښې څنګه چې دَ نيکیٔ ثواب زيات دې۔ دَ بدیٔ ګُناه هم ډيره ده۔ ځان ترې ساتل پکار دې۔
حديث شريف کښې دې۔ کله چې ستاسو مخکښې خوراک راؤړې شې دَ روژې پهٔ وخت کښې (دَ روژه ماتې دَ پاره) نو پکار ده چې اووايیٔ۔
بِسمِ اللهِ وَالحَمدُ لِلهِ اَللَّٰهُمَّ لَکَ صُمتُ وَ عَلیٰ رِزقِکَ افطَرتُ وَ عَليکَ تَوَکلتُ سُبحانَکَ وَ بِحَمدِکَ تَقبَّل مِنّیِ اِنَّکَ اَنتَ السَّمِيعُ العَلِيمُ۔
حديث شريف کښې دې”څوک چې روژه ماتوی نو پکار ده چې پهٔ چواره یٔ ماته کړې۔ دې کښې برکت دې۔ که نه وې نو مناسب دې چې په اوبو ېٔ ماته کړې۔ ځکه چې دا پاکؤونکې شې دې“۔(بعضې حديثونو کښې دَ پيو په لسیٔ دَ ماتَولو حکم راغلې دې۔
حديث شريف کښې راغلې دې۔” چا چې څلويښت ورځې خالص دَ خداېٔ دَ رضا دَ پاره روژه وُنيوله(يعنې صرف دَ خداېٔ رضایٔ مقصود وې، ريا يا څه بل غرض ورکښې نهٔ وې) نو هغه چې څهٔ دَ خداۓ نه غواړې خدایٔ پاک به ېٔ ورکړې“۔ (څوک چې خالص دَ خداېٔ دَ رضا دَ پاره څلويښت ورځې روژه وُنيسې۔ هغه به دَ خداېٔ پاک مقبول شې۔ او دَ هغهٔ هره دُعا به خداېٔ پاک ته منظور وې۔ چې دَ هغهٔ بهترې وې ورکښې۔ دَدې حديث نه صوفيانو حضراتو دَ چلّه کشیٔ تجويز کړې دې۔ چې څلويښت ورځې ټول دُنياوې تعلقات پريږدې۔ په جماعت کښې عبادت کوې او روژه نيسی۔ دَدې زيات ثواب دې۔ ددې په برکت ورته خداېٔ دَنيکيو طاقت ورکړې۔ او خاص عنايت ورباندې وُکړې۔
حديث شريف کښې راځې” چاچې په هره بزرګه مياشت دَ جمعرات،جُمعې خالې دَورځې روژې وُنيوې۔ الله تعالیٰ به ورته د اوو سوو کالو دَ عبادت ثواب وُليکې”بزرګې مياشتې څلور دې، رجب،ذی القعد،محرم، او لس ورځې دَ ذې لحجې خو په لسمه ورځ يعنې دَ لوېٔ اختر په ورځ روژه نيول جائز نهٔ دې۔
حديث شريف کښې راځې”چا چې پهٔ يوه بزرګه مياشت کښې درې ورځې جمعرات،جمعه، خالې روژې وُنيوې۔ خداېٔ پاک به دَ دوهٔ و کالو دَ عبادت ثواب ورکړې۔ يعنې که ټولو بزرګو مياشتو کښې ېٔ وُنه نيوې۔ صرف يوه مياشت کښې ېٔ درې روژې وُنيوې۔ دَدې پهٔ برکت به ېٔ پهٔ عمل نامه کښې دَ دوه ؤ کالو نيکیٔ وُليکلې شې۔
دَ روژې احکام
پهٔ احاديثو کښې دَ روژې ډير ثواب راغلې دې۔ او دَ خداېٔ پاک سره دَ روژه دار ډيره مرتبه ده۔ نبی عليه السَّلام فرمائیلی دې۔ چې چا خالص دَ خداېٔ دَ رضا دَ پاره او دَ ثواب پهٔ نيت دَ رمضان روژې وُنيوې نو دَ هغه ټول زاړهٔ ګُناهونه به خداېٔ پاک معاف کړې۔ او نبی عليه السَّلام فرمائیلی دې چې دَ روژه دار دَ خُلې بدبوئی هم خداېٔ پاک ته دَ مشکو نه زياته خوږه ده۔ دَ قيامت پهٔ ورځ به روژه دار ته ډير ثوابوبه ورکيدې شې۔
روايت دې دې دَ قيامت پهٔ ورځ به روژه دارو دَ عرش په سورې کښې دسترخوان غوړيدلې وې۔ هغویٔ به ناست وې خوراک به خورې۔ او نور مخلوق به دَ حساب کتاب پهٔ سختو کښې ګير وې۔ دا نور مخلوق به تپوس وُکړې چې دا کوم خلق دې چې بې غمه ناست دې خوراک څښاک کوې او مونږ په حسابونو کښې نښتې يُو۔ جواب به ورکړې شې چې دویٔ په دُنيا کښې روژه نيولې وه او تاسو نه وه نيولې۔
روژه دَ اسلام پهٔ ارکانو کښې یَو غټ رُکن دې۔ څوک چې دَ رمضان روژه نهٔ نیسی دَ هغهٔ دين کمزورې دې۔ او هغهٔ سخت ګنهګار دې۔
نمبر۱۔ دَ رمضان روژې په هر مسلمان باندې چې ليونې یا نابالغهٔ نهٔ وې فرض دې۔ چې څهٔ عذر ورته نه وې روژه نهٔ نيول پهٔ هيڅ شان روانهٔ دې۔ که چا دَ روژې نذر ومنلو نو هُم پرې روژه فرض شوه۔ دَ قضا او کفارې روژې هم فرض دې۔ دَ دې نه سِوا نورې ټولې روژې یا نفلی دې یا سُنّت،نيول ېٔ ثواب دې ۔ او دَ نهٔ نيولو ېٔ څهٔ ګُناه نشته۔ البته دَ وړوکی اختر او لوېٔ اختر دَورځې او دَ لوېٔ اختر نه پس درې ورځې روژه نيول حرام دې۔ پهٔ دې پنځو ورځو کښې به هيڅوک روژه نه نيسې۔
نمبر۲۔ دَ صبا دَ راختو نه پس دَ نمر پريوتو پورې خوراک څښاک او کور والې پريښولو ته پهٔ شريعت کښې روژه وئیلې شې۔
نمبر۳۔ په خُله دَ نيت وَينا ضرورې نه ده۔ چې په زړهٔ کښې وُوائی چې نن يا صبا به زما روژهٔ وې۔ او ټوله ورځ خوراک، څښاک، او کور والې وُنه کړې۔ روژهٔ ېٔ وشوه۔ او که پهٔ خوله هم اووائی چې زهٔ به صبا ته روژه نيسم۔ يا پهٔ عربیٔ کښې اُووائی ” بِصَومِ غَدٍ نَوَيتُ “ نو دا بهتره ده۔
نمبر۴۔ که چا ټوله ورځ نه څهٔ خوړلی وې نه ېٔ څښلې وې۔ تر ماښامه وُږې تږې ګرزې۔ زړهٔ ېٔ نه کيږې يا دَ څهٔ وجهې نه موقع په لاس نهٔ وې ورغلې۔ خو دَ روژې نيت ېٔ نه وې کړې۔ نو دا پهٔ روژه نه شې شميرلې۔
نمبر۵۔ دَ روژې وخت دَ صبا راختو نه شروع کيږې۔ څو پورې چې صبا نه وې راختلې خوراک څښاک جائز دې۔ بعضِ خلق دَ پيشمنې نه پس چې نيت وُتړې خوراک نهٔ کوې نا جائز ېٔ ګنړې۔ دا خيال غلط دې۔ که نيت وُکړې هم چې صبا راختلې نه وې تر هغې وخته دَ خوراک اجازت دې۔
دَ رَمضَان روژهٔ
نمبر۱۔ دَ رمضان شريف دَ روژې نيت که چا دَ شپې نه کړې وو هُم ېٔ فرض پُوره کيږې۔ او که دَ شپې نه دَ روژې نيت نهٔ وو کړې صبا راختو پورې ېٔ دا خيال وو چې روژه نهٔ نيسم۔ خو خوراک څښاک ېٔ نهٔ وو کړې۔ دَ صبا راختو نه پس ېٔ خيال وکړو چې روژه پريښول ښهٔ نهٔ دې۔ او دَ روژې نيت ېٔ وکړو۔ نو اوس ېٔ هُم دا نيت صحيح دې۔ فرض ېٔ پوره کيږې۔ البته که سَحر ېٔ څهٔ خوړلې څښلې وې۔ نو بيا ېٔ روژه نهٔ کيږې۔
نمبر۲۔ که څهٔ خوراک څښاک ېٔ نه وې کړې نو دَ زوال نه لږ وړاندې دَ رمضان دَ روژې نيت کولې شې۔ دَ زوال په وخت يا دَ دې نه وروستو صحيح نه دې۔
نمبر۳۔ دَ رمضان شريف دَ روژې دَ پاره صرف دغه هومره نيت کافې دې۔ چې زما به نن روژه وې۔ يا به زهٔ صبا ته روژه نيسم۔ بس په دغه نيت به هُم دَ رمضان روژه صحيح شې۔ که په نيت کښې ېٔ دا نهٔ وې وئیلی چې فرض روژه يا دَ رمضان روژه نيسم هُم ېٔ روژه کيږې۔
نمبر۴۔ دَ رمضان پهٔ مياشت کښې که چا دا نيت وکړو چې زهٔ به صبا ته نفلې روژه نيسم او دَ رمضان روژه به بيا قضا وُنيسم هم ېٔ دَ رمضان روژه وُشوه، نفلې ېٔ نه کيږې۔
نمبر۵۔ که چانه دَ رمضان روژې قضا شوې وې۔ کال تير شو او قضا روژې ېٔ وُنه نيوې۔ تر دې چې بيا دَ رمضان مياشت راغله۔ نو دَ هغې قضا روژو نيت ېٔ ورکښې وکړو۔ دا نيت ېٔ نه صحيح کيږې۔ دا روژه به ېٔ ددې رمضان وې او قضا شوې روژې دې بيا وُنيسې۔
نمبر۶۔ که چا نذر منلې وو۔ چې که زما دا کار وُشو نو زهٔ به دَ خداېٔ دَ پاره دومره روژې نيسم۔ بيا چې دَ رمضان مياشت راوُخته نو دَ هغې نذری روژو نيت ېٔ وُکړو۔ هم دا روژې به ېٔ دَ رَمضان وې۔ او هغه نذرې به په بل وخت کښې نيسې۔ دَدې ټولو خلاصه دا شوه۔ چې دَ رمضان په مياشت کښې دَ بلې روژې نيت نه صحيح کيږې۔ قضا وې که نفلې وې که دَ نذر وې۔ چې روژه ېٔ وُنيوه نو نيت ېٔ هر څه چې کړې وې۔ دغه روژه به دَ رمضان په روژه کښې شميرلې شې۔ او هغه نورې به بيا نيسې۔
نمبر۷۔ دَ شبقدر دَ مياشت پهٔ نهويشتم(۲۹) که دَ رمضان مياشت راوُخته نو صباته به روژه نيوې شې۔ او که مياشت ښکاره نه شوه۔ يا په اسمان کښې وَريځ وه ليدې نه شوه، نو روژه به نه شې نيوې ۔ په حديث شريف کښې دَ دې نه منعَ راغلې ده۔ چې دَ شبقدر ديرش پوره شې هله به روژه نيوې شې۔
نمبر۸۔ که په يو کم ديرش(۲۹) دَ وريَځې په وجه مياشت اونهٔ ليدې شوه۔ نو صبا ته نفلې روژه نيول هُم ښهٔ نهٔ دې۔ البته که څوک ټول عُمر په يَو خاصه ورځ۔ لکه دَ ګُل په ورځ يا دَ زيارت په ورځ روژه نيسې۔ او اتّفاقًا دا هم دغه ورځ وه نو هغه سړې دې نفل روژه دَ خپل عادت موافق وُنيسې۔ بيا که دَ څهٔ ځاېٔ نه دَ روژې خبر راشې۔ نو دغه نفلې به ېٔ پهٔ فرض روژه حساب شې۔
نمبر۹۔ که پهٔ يو کم ديرش(۲۹) دَ وريَځې په وجه دَ رمضان مياشت وُنه ليدې شوه، نو تر غرمې پورې دې څهٔ خورې څښې نه۔ که دَ روژې خبر چرته نه راغلو نو دَ روژې نيت دې وُکړې۔ که رانغلو نو دې نه پس دې خوراک کوې۔
نمبر۱۰۔ که په يَو کم ديرشم(۲۹) دَ رمضان مياشت ښکاره نه شوه، نو دا خيال دې نه کوې چې صبا خو روژه نشته قضا روژه به وُنيسم يا دَ نذر روژه به وُنيسم ۔ پهٔ دغه ورځ قضا روژه نيول نه دې پکار بيا هم که چا قضا يا دَ نذر روژه نيولې وه۔ بيا دَ چرته نه دَ مياشت ليدو خبر راغلو، نو دا ېٔ هُم دَ رمضان په روژه کښې شميرلې شې۔ او که خبر رانغلو نو چې دَ کومې روژې نيت ېٔ کړې وې، هغه به ېٔ وُشې۔
دَ مياشتې دَ لِيدو اَحکام
نمبر۱۔ که په اسمان کښې وريځ وه يا ګرد وو او مياشت ليدې نه شوه خو يو ديندار، پرهيزګار، ريښتُونې سړې راغلو، ګواهې ېٔ وُکړه چې ما دَ رمضان مياشت وُليده۔ نو دَ مياشت ثبوت وُشو۔ لِيدُونکې سړې وې که ښځه۔
نمبر۲۔ که دَ وريځې يا ګرد پهٔ وجه دَ واړهٔ اختر مياشت نهٔ شوه ليدې نو دَ يَو سړې دَ ليدو ګواهیٔ څه اعتبار نشته۔ هر څومره لوېٔ معتبر او ريښتونې سړې که وې۔بلکه دوه معتبر پرهيزګار دينداره سړې يا يَو سړې او دوه ښځې چې ګواهې وکړې هله به دَ مياشتې ثبوت کيږې۔ دَ څلورو ښځو ګواهې چې سړې ورسره نه وې قبوله نهٔ ده۔
نمبر۳۔ کوم سړې چې دَ دين پابند نه وې۔ برابر ګناهُونه کوې لکه مونځ نهٔ کوې۔ روژه نهٔ نيسې۔ دروغ وائی يا بل څهٔ دَ ګُناه کار کوې۔ دَ شريعت پابندې نهٔ کوې۔ دَ داسې سړې دَ خبرې په شريعت کښې هيڅ اعتبار نشته۔
نمبر۴۔ مشهوره ده چې پهٔ کومه ورځ دَ (رجب) بزرګې مياشتې څلورم تاريخ وې۔ پهٔ هغه ورځ دَ روژې وړومبې وې۔ پهٔ شريعت کښې دَ دې هيڅ اعتبار نشته۔ که مياشت نه وې ليدلې شوې۔ روژه به نشې نيولې۔
نمبر۵۔ دَمياشت پهٔ ليدو دا وَينا چې دا غټه ده، دَ دويئم به وې،بده خبره ده۔ حديث شريف کښې راځې چې دا دَ قيامت علامه ده۔ چې نزدې شې نو خلق به دَغَسې(دَشکونو) خبرې کوې۔ دَ مياشتې دَ وړې لوېٔ هيڅ اِعتبار نشته۔ او نهٔ دَ هندوانو دَ دې خبرې چې نن (دوئج) دې نن به مياشت ضرور خيژې، څهٔ اعتبار شته۔ دا ټولې واهيات خبرې دې۔
نمبر۶۔ که اسمان بلکل صفا وې نو دَ دوه څلور کسانو په ګواهیٔ دَ مياشت ثبوت نه کيږې۔ دَ اَختر مياشت وې او که دَ روژې وې۔ بلکه دَ دومره ډيرو کسانو ګواهې پکار ده چې زړهٔ پرې يقين وکړې۔ چې دومره کسان به دروغ نه وائی۔
نمبر۷۔ که په يَو کلې کښې مشهوره وَه چې مياشت راختې ده۔ او ډيرو کسانو ليدلې ده۔ خو په تلاش باندې داسې کسان نهٔ پيدا کيږې۔ چې هغویٔ په خپلو سترګو ليدلې وې۔ نو دَ داسې خبر هيڅ اِعتبار نشته۔
نمبر۸۔ که يَو کس دَ رمضان مياشت يَوازې وُليده ۔ په ټول کلې کښې بل چا نه وه ليدلې۔ خو هغه دَ شريعت پابند نهٔ ؤ،ګواهې ېٔ نه قبليده۔ نو دَ هغهٔ پهٔ ګواهیٔ باندې به دَ کلې خلق خو روژه نه نيسې۔ ليکن هغه به خپله روژه نيسې۔ او که دَ دَغه ليدونکې ديرش روژې پُوره شوې ليکن دَ اختر مياشت وُنهٔ ليدې شوه۔ نو دَې به يو ديرشمه(۳۱) روژه هُم نيسې۔ او دَ خلقو سره به شريک اختر کوې۔
نمبر۹۔ که يَو کس دَ اختر مياشت يوازې وُليده۔ په ټول کلې کښې بل چا وُنهٔ ليده۔ په دې وجه دَ هغهٔ ګواهې چا قبول نهٔ کړه۔ نو دې ليدونکې ته هُم اختر کول جائِز نهٔ دې۔ صبا ته به دَ خلقو سره روژه نيسې۔ او دَ خپلې مياشتې دَ ليدو اِعتبار به نهٔ کوې۔ روژه به نهٔ ماتَوې۔
قضا روژې نيول
نمبر۱۔ کومې روژې چې پهٔ څهٔ وجه قضا شوې وې۔ دَ رمضان نه پس څومره چې زر کيدې شې دَ هغې نيول پکار دې۔ بې وجهې په قضائی کښې تاخير کول ګُناه ده۔
نمبر۲۔ دَ قضا روژې په نيت کښې دَ خاصې ورځې يا تاريخ ذکر ضرورې نهٔ دی۔خو چې څومره روژې ترې قضا شوې وې۔ په شماره کښې هغومره ورځې روژې نيول دې۔ البته که دَ چانه دوه کاله قضا شوې وې۔ نو دَ هغې دواړو کالو دَ روژو په قضا کښې جدائی پکار ده۔ چې دَ فلانی کال دَ رمضان قضا روژه نيسم۔
نمبر۳۔ په قضا روژه کښې دَ شپې نه نيت کول ضرورې دې۔ يعنې دَ صبا راختو نه مخکښې که چا نيت دَ صبا راختلو نه پس وکړو نو دا روژه ېٔ نفلې شوه۔ قضا به بيا نيسې۔
نمبر۴۔ دَ کفارې دَروژې هم دا حکم دې چې دَ صبا ختو نه وړومبې نيت ضرورې دې دَ صبا نه پس نيت باندې دَ کفارې روژه نه صحيح کيږې۔
نمبر۵۔ څومره روژې چې دَ چا نه قضا شوې وې۔ که ټولې په يَو ځاېٔ نيسې او که لږې لږې نيسې دواړه درست دې۔
نمبر۶۔ که چا باندې دَ رمضان روژې قضا باقې وې۔ يا ېٔ نيولې نه وې چې بله دَ روژې مياشت پرې راغله۔ نو اوس به دَ دغې مياشتې روژې نيسې۔ او قضا به ددې نه پس نيسې۔ خو دومره ورستیٔ کول چې بله روژه پرې راشې سخته ګُناه ده۔
نمبر۷۔ که دَ رمضان پهٔ مياشت کښې دَ ورځې څوک بې خوده شو۔ او دَ يَوې ورځې نه زيات بې خوده پاتې شو۔ نو دَ دغې ورځې دَ روژې قضا به نهٔ نيسې۔ او نور چې څو ورځې بې خوده ؤ۔ هغه هومره به قضا نيسې۔ دغه يَوه ورځ روژه ېٔ صحيح ده۔ ځکه چې نيت ېٔ کړې وو۔ البته که پهٔ هغهٔ ورځ ېٔ روژهٔ نهٔ وه يا ېٔ څه دارو ورکړې وو۔ چې دَ حلق نه ېٔ تير شوې وې۔ نو بيا به دَ دَغَه ورځې هم قضا نيسې۔
نمبر۸۔ او که دَ شپې بې خوده شوې وې نو هم چې پهٔ کومه شپه بيخوده شوې وې دَ هغې دَ صبا ورځې دَ روژې به قضا نه نيسې البته که پهٔ هغه شپه ېٔ صبا نه دَ روژې نيوو نه نيت ؤه کړې۔ يا صبا ته دارو ورکړې شوې وو نو بيا به دَ دَغې ورځې قضا هُم نيسې۔
نمبر۹۔ که څوک ټول رمضان کښې بې خوده ؤه۔ بيا به هُم روژې قضا نيسې۔ دا خيال دې نه کوې چې ټولې روژې ورته معاف شوې۔ البته که ليونې شوې وې۔ او ټول رمضان دَغَسې ليونې پاتې شې۔ نو ټولې روژې ورته معاف دې۔ قضا به ېٔ نه نيسې۔ او که دَ رمضان په مياشت کښې څهٔ وخت جوړ شو۔ عقل ېٔ راغلو نو دَ هغې وخت نه به روژې نيسې۔ او څومره روژې چې ترې پهٔ جنون کښې قضا شوې وې۔ دَ هغې به قضا نيسې۔
دَ نذر روژې نيول
نمبر۱۔ څوک چې څهٔ نَذَر وُمنې۔ دَ هغې پُوره کول واجب دې۔ که نهٔ ېٔ کوې ګُنهګار به وې۔
نمبر۲۔ نَذَر پهٔ دوه قسمه دې ۔ يو خو دا چې ورځ يا تاريخ ېٔ مقرّر کړې وې۔ چې که خداېٔ زما کار تر سره کړو نو صبا به روژه وُنيسم۔ يا که خداېٔ پاک زما دا مراد پُوره کړو نو دَ جُمعې پهٔ ورځ به روژه وُنيسم۔ په داسې نَذَر کښې کهٔ پهٔ هغهٔ شپهٔ دَروژې نيت وُکړې صبا دَ پاره هُم صحيح دې او که دَ شپې اونه کړې صبا ته دَ زوال نه لږ مخکښې نيت وُکړې، صحيح دې۔ نَذَر به ېٔ پُوره شې۔
نمبر۳۔ که دَ جُمعې پهٔ ورځ دَ روژې نيوو نذَر ېٔ منلې وو۔ او چې دَ جُمعې ورځ راغله نو تش دومره نيت ېٔ وُکړو۔ چې روژه نيسم دَ نَذَر ذکر ېٔ وُنه کړو۔ يا ېٔ وُوې چې نفلې روژه نيسم بيا ېٔ هُم دَ نَذَر روژه صحيح کيږې۔ البته که دَ دې جُمعې پهٔ ورځ ېٔ دَ قضا روژې نيت وکړو، نَذَر ېٔ ياد نه ؤ۔ يا ېٔ قصدًا قضا روژه ساتله۔ نو دَ نَذَر روژه ېٔ اونهٔ شوه۔ دَغَه روژه ېٔ قضا شوه۔ دَ نَذَر هغه به بيا نيسې۔
نمبر۴۔ دويئم قسم نَذَر دا دې چې ورځ يا تاريخ ېٔ مقرّر کړې نهٔ وې صرف دومره ېٔ وئیلې وې۔ که زما دا کار خداېٔ پاک وکړو نو يوه ورځ روژه به نيسم ۔ يا ېٔ څهٔ کار نه وې ياد کړې۔ هسې ېٔ وُوې چې خداېٔ پاک ته به دومره روژې نيسم پهٔ داسې نذرې روژه کښې دَ شپې نه دَ روژې نيت ضررې دې۔ که دَ صبا ختلو نه پس ېٔ نيت وُکړو۔ نو دا روژه به ېٔ نفلې شې۔ او دَ نَذَر روژهٔ به بيا نيسې۔
نَفلِی روژې نيول
نمبر۱۔ دَ نفلی روژو په نيت کښې که داسی وُوائی چې نفلی روژه نيسم هم صحيح ده۔ او که څهٔ تعين وُنه کړې۔ صرف وُوائی چې روژه نيسم هُم صحيح ده۔
نمبر۲۔ دَ زوال نه يو ګهنټه مخکښې پوری(دَ ګهنټی تعين احتياطې دی) دَ نفلې روژی نيت کولې شې۔ مثلًا لسو بجو پورې ېٔ دَ روژې نيت نه ؤ۔ خو څه خوراک څښاک ېٔ نه وو کړې۔ بيا ېٔ زړهٔ ته راغله چې روژه نيسم او وُئې نيوه نو صحيح ده۔
نمبر۳۔ دَ رمضان دَ مياشتی نه علاوه چې کومه ورځ ېٔ زړهٔ غواړې نفلې روژهٔ نيوې شې۔ څومره چې ډيری روژی نيسې ډير ثواب به ېٔ کيږې۔ البته دَ وړوکې اختر په ورځ دَ لوېٔ اختر دَ مياشتی په لسم يولسم دولسم او ديارلسم تاريخ يعنې په ټول کال کښې دا پنځه ورځی روژه نيول ناجائز دې۔ دی نه سِوا ټول کال کښې هره ورځ نيوی شې۔
نمبر۴۔که چا دَ اختر په ورځ دَ روژی نذر منلی وه هم په دغه ورځ روژه نيول جائز نه دې۔ په بله ورځ به ېٔ نيسې۔
نمبر۵۔ که چا دا نذر منلی ؤ چې زهٔ به ټول کال روژی نيسم يَوَه ورځ به هم نه قضا کوم۔ بيا به هُم دا پنځه ورځې روژی نه نيسی۔ نور کال به وُنيسی۔ او ددې پينځو ورځو به بيا قضا نيسی۔
نمبر۶۔ نفلی روژه دَ نيت کولو نه پس واجب کيږې۔ که چا سَحَر دا نيت وکړو چې نن به زما نفلی روژهٔ وی۔ بيا هغه روژهٔ ماته کړه۔ دَ دې قضا به بيا نيسی۔
نمبر۷۔ که چا دَ شپې اراده وُکړه چې صبا به نفلی روژه نيسم۔ بيا ېٔ دَ صبا کيدو نه مخکښې اراده بدله شوه۔ روژه ېٔ ونه نيوه۔ په هغه قضا نشته۔
نمبر۸۔ ښځې ته دَ سړی دَ اجازت نه بغير دَ نفلی روژی نيولو اجازت نشته۔ که چا نيولی وه دَ سړی په وينا ېٔ ماتَولی شې۔ بيا چې کله هغه اجازت ورکړی، قضا به ېٔ نيسی۔
نمبر۹۔ که چا نفلی روژه نيولی وه۔ او دَ چا کره ميلمه شو۔ په نه خوراک دَ کور خاوند خفه کيدو۔ نو دا نفلی روژهٔ ماتَولی شې۔ هم دَغَسی که دَ کور خاوند نفلی روژهٔ نيولې وه۔ او داسې ميلمه ېٔ راغلو که دې ورسره نه کښينی نو هغه به خفه شی۔ دهٔ ته هُم دا روژهٔ ماتَول جائز دې۔ بيا به ېٔ قضا نيسی۔
نمبر۱۰۔که چا دَ اختر په ورځ نفلی روژه نيولی وه دَ نيت ېٔ هم کړی ؤه۔ دا روژه به ماتَوی او قضا پری هُم نشته۔
نمبر۱۱۔ دَ اِمامانو دَ مياشتی په لسم تاريخ روژه نيول مستحب دې۔ په حديث شريف کښې راځې۔” چا چې په دې ورځ روژهٔ وُنيوه۔ دَ تير شوې ټول کال (واړهٔ) ګناهونه به ېٔ معاف شې“۔ خو دَ دې سره په نهم يا يؤلسم تاريخ هُم روژه نيول ضرورې دې۔ يَوازې دَ لسم روژه نيول مکروه دې۔
نمبر۱۲۔ دَ لوېٔ اختر دَ مياشتی په نهم تاريخ (دَ عرفی په ورځ) دَ روژی نيولو هُم ډير ثواب دی۔ په دې روژه دَ تير شوې يَو کال او راتلوُنکې يَو کال (واړهٔ) ګُناهونه معاف کيږې۔ او که دَ شروع مياشتی نه تر نهم تاريخ روژهٔ وُنيسی۔ نو ډير بهتره ده۔
نمبر۱۳۔ دَ شبقدر دَ مياشتی په پنځلسم تاريخ او دَ واړهٔ اختر نه پس دَ شپږو ورځو نفلی روژو هم دَ نورو نفلی روژو نه ډير ثواب دی۔
نمبر۱۴۔ څوک چې دَ هری مياشتی په ديارلسم،څوارلسم، پنځلسم، درې ورځې روژې نيسی هغه داسی دې لکه چې ټول کال ېٔ روژه نيولی وې۔ رسول الله ﷺ به هميشه دا درې روځې روژی نيولی، که څوک دَ هر ګُل او زيارت په ورځ روژهٔ نيوی شې۔ دَدې هم ډير ثواب دی۔
په کومو کارونو روژهٔ نهٔ ماتيږی او په کومو ماتيږی
نمبر۱۔ که روژه دار په هيره څهٔ وخوړل يا وڅښل يا ېٔ کوروالی وکړو، نو روژه هم ېٔ نهٔ ماتيږې که په هيره ځان ښهٔ موړ کړی۔ يا ډير ځله وخوری وُڅښې هم ېٔ روژه نه ماتيږې۔
نمبر۲۔ که يَو سړې په هيره څهٔ خوړل او دَ هغهٔ دومره طاقت وو چې روژه ېٔ تر ماښامه رَسَولی شوه۔ نو روژه ورته يا دَول واجب دې۔ او که کم طاقته وو نو يا دَول ورته ښهٔ نهٔ دی۔ خوراک ته دې ېٔ پريږدې۔
نمبر۳۔ دا مسٔله په ص ۴۳۱ باندی وګوریٔ۔
نمبر۴۔ دَ ورځې رانجهٔ اَچَوَل يا تيل لګول يا خوشبوئی لګَول جائز دی۔ په روژه کښې ېٔ څهٔ نقصان نه راځې۔ هر وخت کښې چې وې۔ بلکه په توکانړو يا پوزه کښې که دَ رنجو رنګ راشې هُم پرې روژهٔ نه ماتيږې۔ او نه مکروهيږې۔
نمبر۵۔ دا مسٔله په ص ۴۳۱ باندې وُګوریٔ۔
نمبر۶۔ که حلق ته ېٔ مچ لاړو، يا لوګی يا ګرد و غبار ېٔ بې اختياره خولیٔ يا پوزې ته ننوتو نو په دې روژهٔ نه ماتيږې۔ او که په قصد ېٔ داسې وکړل نو روژه به ېٔ ماته شې۔
نمبر۷۔ که سپيلنی يا عُود يا بل څه خوشبوئی ېٔ لوګی کړه۔ او هغه ېٔ دَ ځان سره نزدی کيښوه چې لوګې ېٔ ورځې۔ نو روژه به ېٔ ماته شې همدغه شان چلم څښلو باندې هم روژه ماتيږې۔ البته دَ لُوګی نه علاوه بل څهٔ خوشبوئی لکه عطر يا عرق وغيره يا ګُلونو بویٔ کولو باندې روژهٔ نه ماتيږې۔
نمبر۸۔ که په غاښونو کښې ېٔ دَ غوښې نيله يا بل څه شې نښتې ؤ۔ هغه ېٔ په خلال راؤويستو۔ او تيرېٔ کړو۔ خو دَ خولی نه ېٔ بهر نه وو راويستې نو کتی به شې که دَ چنړې نه کم ؤ نو روژهٔ ېٔ نه ماتيږې او که دَ چنړیٔ برابر يادَ هغې نه زيات ؤ۔ نو روژهٔ به ېٔ ماته شې۔ او که هغه شې ېٔ بَهَر راويستی ؤ بيا ېٔ خولی ته واچَولو تير ېٔ کړو۔ نو هر حال کښې به ېٔ روژهٔ ماته شې۔ دَ چنړې هومره وو که کم وو۔
نمبر۹۔ تُوکانړو تَيرولو باندې روژهٔ نه ماتيږې ډير وې او که لږ۔
نمبر۱۰۔ که پان خوړَلو نه پس ېٔ خوله ښه کنګاله کړه۔ غرغره ېٔ وکړه خوله ېٔ ښه صفا کړه نو که دَ توکانړو نه ېٔ سرخې نه وې لاړه هم دَ دې څه حرج نشته روژهٔ ېٔ نه ماتيږې۔
نمبر۱۱۔ دا مسٔله په ص ۴۳۳ وُګوریٔ۔
نمبر۱۲۔ که پوزه ېٔ دومره په زوره راښکله چې خړت ېٔ خلق ته لاړو تير شو۔ نو روژهٔ ېٔ نه ماتيږې۔ هم دَغَسې دَ خولی په خراشکې تيرَولو هُم نه ماتيږې۔
نمبر۱۳۔ که چا په خوله کښې پان نيولې وه۔ اُوده شو۔ دَ صبا راختو نه پس ېٔ سترګې وُغړيدې نو روژه ېٔ نه کيږې۔ قضا به ېٔ کوې۔ او کفاره پرې نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ خولېٔ کنګالَولو په وخت کښې ېٔ اُوبهٔ تيرې شوې او روژهٔ ورته يادهٔ وه نو روژهٔ ېٔ ماته شوه۔ قضا به کوې کفّاره پرې نشته۔
نمبر۱۵۔ که په خُله ورته قې راغلو۔ په ډکه خوله وې اوکه لږ وې روژهٔ پرې نه ماتيږې او که په قصد ېٔ ځان ته قې راوستو او په ډکه خوله وشو۔ نو روژهٔ ېٔ ماته شوه۔ او که لږ وې نو نهٔ ماتيږې۔
نمبر۱۶۔ که لږغوندې قې ورته راغلو او په خپله تير شو۔ نو روژهٔ پرې نه ماتيږې۔او که په قصد ېٔ تير کړو نو روژهٔ به ېٔ ماته شې۔
نمبر۱۷۔ که چا شګه يا د َاوسپنېٔ ټکړه يا بل داسې شې چې خوړې نه شې او نه په دارو کښې استعماليږې تير کړو۔ نو روژهٔ ېٔ ماته شوه او کفارهٔ پرې نشته او که داسې شې ېٔ تير کړو چې خوړی شې يا دارو کښې استعماليږې نو رژه ېٔ هم ماته شوه قضا به ېٔ نيسې۔ او کفاره پرې هم واجب ده۔
نمبر۱۸۔۱۹۔ دا دواړه مسٔلې په ص ۴۳۱“۴۳۲ وُګوریٔ۔
نمبر۲۰۔ دَ روژې په ماتَولو کفاره هله راځې چې رمضان شريف کښې څوک روژهٔ ماته کړې۔ دَ رمضان نه علاوه بل وخت کښې روژهٔ ماتَولو باندې کفاره نه راځې۔ اګر چې دَ رمضان قضا روژهٔ وې۔ البته که دَ رمضان دَ روژی نيت ېٔ دَ شپې نه نهٔ وې کړې۔ يا دَ روژی ماتَولو نه پس ورته په هغه ورځ جامې راشې۔ نو بيا ورباندې کفاره نشته۔
نمبر۲۱۔ که چا په روژهٔ کښې ناشی وکړو(په پوزه کښې ېٔ دارو راکښل) يا ېٔ غوږُونو کښې تيل واچَول۔ يا ېٔ په حُقنه جلاب وکړل۔ دَ څښلو دارو ېٔ نه وُ خوړلې نو روژه ېٔ ماته شوه۔ قضا به ېٔ کوې خو کفاره پرې نشته۔ او که په غوږونو کښې ېٔ اوبهٔ واچَولې نو روژهٔ ېٔ نه ماتيږې۔
نمبر۲۲۔۲۳۔ دواړهٔ مسٔلی په ص۴۳۲ وُګوریٔ۔
نمبر۲۴۔ که په غاښُونو ېٔ وينه راغلی وه۔ د َتوکانړو سره ېٔ تيره کړه۔که وِينه په توکانړو زياته وه يا برابر وه نوروژه ېٔ ماته شوه۔ او که کمه وه چې دَ وينی خوند په حلق کښې نه معلوميدو نو نه ماتيږې۔
نمبر۲۵۔ که پهٔ ژبه ېٔ څهٔ شې وُڅښلو او بيا ېٔ تُو کړو۔ روژهٔ ېٔ نه ماتيږې۔خو بې ضرورته داسې کول مکروه دې که دَ چا سړې بد مزاجه وې ۔چې د َمالګې په کمې زياتې خفه کيږې۔ نو هغې ته مالګه څکل جائز دې مکروه نه دې۔
نمبر۲۶۔ په وړو باندې خورَولو د َپاره څه شې په خوله کښې ژوئیل مکروه دې البته که ضرورت وې او مجبورې وې نو خير دې۔
نمبر۲۷۔ دَ غاښونو صفا کولو دَ پاره په خوله کښې سکارهٔ ژوئیل يا منجنو باندې غاښ صفا کول مکروه دې اوکه ددې نه څه شې دَ حلق نه تير شې نو روژهٔ به ېٔ ماته شې۔ او په مسواک باندې غاښ صفا کول خير دې وُچ مسواک وې او که تازه شين۔ که دَ نيم مسواک وې يا د پلوسی او په خوله کښې ېٔ تريخ خوند معلوميږې هُم مکروه نه دې۔
نمبر۲۸۔ دا مسٔله په ص ۴۳۳ وُګوریٔ۔
نمبر۲۹۔ که چا په هيره څه خوړلی ؤ او دا خيال ېٔ شو چې روژهٔ مې ماته شوه۔ بيا ېٔ قصدًا خوراک وکړو نو روژهٔ ېٔ ماته شوه او کفاره پرې نشته۔
نمبر۳۰۔ که چا قې وُکړو او دا خيال ېٔ وُکړو چې په دې مې روژهٔ ماته شوه۔ بيا ېٔ قصدًا خوراک وُکړو نو روژهٔ ېٔ ماته شوه او قضا پرې شته کفاره نه۔
نمبر۳۱۔ که چا رانجهٔ واچَول يا ېٔ وِينه وُويسته يا ېٔ تيل وُلګَول او دا خيال ېٔ وُکړو چې په دې مې روژهٔ ماته شوه بيا ېٔ قصدًا خوراک وکړو نو روژهٔ ېٔ ماته شوه۔ او قضا او کفاره دواړهٔ پرې واجب دې۔
نمبر۳۲۔ دَ رمضان په مياشت کښې که اتفاقی دَ چا روژهٔ په څه وجه ماته شوه۔ بيا هُم هغه ته خوراک څښاک جائز نه دې۔ ټوله ورځ ورباندې لکه دَ روژه دار وسيدل واجب دې۔
نمبر۳۳۔ که چا پ رمضان کښې دَ وخته سَرَه دَ روژې نيت نه وو کړې، خوړل څښل ېٔ په هغهٔ کفاره نشته کفاره هله راځې چې دَ روژی نيت ېٔ کړې وې او بيا ېٔ ماته کړې۔
روژهٔ مَاتی اَو پيشمنې کول
نمبر۱۔ پيشمنی کول سنّت دی۔ که څوک وږی نه وې۔ خوراک ته ېٔ زړهٔ نه کيږې۔ نو کم نه کم دوه درې چُواری يا بل څه لږ څيز دې وخوری که هيڅ هم نه وې نو څو ګُوټه اوبهٔ دې وُڅښی۔
نمبر۲۔ که چا پيشمنی وُنه کړو۔ خو پاڅيدو او پان ېٔ وُخوړو هُم دَ پيشمنې ثواب ېٔ وُشو۔
نمبر۳۔پيشمني څومره چې کيدې شې نا وخته کول ښه دې۔ خو دومره ناوخته نه چې صبا شې ورباندې او روژهٔ ېٔ شکمنه شې۔
نمبر۴۔ که چا پيشمنی ډير وختې وُکړو۔ خو پان ،تمباکو يا چاېٔ وغيره ېٔ تر نا وخته کول او دَ صبا نه لږ وړاندې ېٔ خوله کنګاله کړه۔ هم دَ ناوخته ناوخته پيشمنې ثواب ېٔ وُشو۔ او هم هغه حکم ېٔ دې لکه دَ ناوخته پيشمنی۔
نمبر۵۔ که څوک تر صبا اُودهٔ پاتې شو۔ پيشمنی ېٔ وُنه کړې شو۔ نو په نَهَره روژهٔ نيول پکار دې۔ دَ پيشمنې په وجه روژهٔ پريښول ډيره بې همتې او سخته ګُناه ده۔
نمبر۶۔ څو پورې چې صبا شوې نه وې او صبحِ صادق نه وې راختې دَ کوم بيان چې دَ مانځه دَ وختونو په باب کښې تير شوې دې۔ تر هغې وخته دَ خوراک اجازت دې۔ دَ دې نه پس اِجازت نشته۔
نمبر۷۔ که څوک دَ خوبه ناوخته راپاڅيدو او دا خيال ېٔ وو چې شپه لا باقې ده۔ په دې خيال ېٔ پيشمنې وُکړو۔ بيا معلومه شوه چې دَ صبا نه پس ېٔ پيشمنې کړې دې۔ نو روژهٔ ېٔ وُنه شوه۔ قضا به ېٔ نيسې۔ او کفاره پرې نشته۔ ليکن بيا هم دَورځې به خوراک څښاک نه کوې۔ دَ روژهٔ دارو په شان به وې۔ هم دَغَه شان که په دې خيال چا روژهٔ ماته کړه چې نمر پريوتې دې بيا نمر راښکاره شو نو روژهٔ ېٔ ماته شوه۔ قضا ورباندې ده خو کفاره پرې نشته۔ او اوس هم چې څو پورې نمر پريوتې نه وې خوراک څښاک به نهٔ کوې۔
نمبر۸۔ که پيشمنې دومره ناوخته شې۔ چې دا شک وې صبا به ختې وې۔ نو اوس خوراک څښاک منع دې که داسې وخت کښې چا خوراک وُکړو نو ډير بد ېٔ وکړو۔ بيا که دا معلومه شوه چې صبا شوې دې نو دَدې روژې به قضا نيسی۔ او که صحيح معلُومه نه شوه صرف شک وو۔ نو قضا پرې واجب نه ده۔ خو اِحتياط په دې کښې دې چې قضا ېٔ وُنيسې۔
نمبر۹۔ مُستحبه داده چې نمر پريوځې نو فورًا دې روژهٔ ماتَوې۔ ناوخته کول ښهٔ نه دې۔
نمبر۱۰۔ دَ وريځې په ورځ ناوخته روژهٔ ماتَول ښهٔ دې۔ چې دَ نَمر پريوتو پُوره يقين وُشې۔ صرف په ګهړیٔ باندې اِعتبار نه دې پکار۔ شايد چې غلطه وې۔ بلکه چرته اذان هُم وُشې۔ خو چې څو پورې ماښام کيدو کښې څهٔ شک وې نو روژهٔ ماتَول ښهٔ نه دې۔
نمبر۱۱۔روژهٔ په چوهاره، کجورهٔ يا بل څه خوږ څيز باندې ماتَول ښهٔ دې۔ که څهٔ نه وې نو په اوبو دې ېٔ ماته کړې۔ بعضې خلق په مالګه باندې ماتَولو کښې ثواب ګنړې۔ دا صحيح نه ده۔
نمبر۱۲۔ څو پورې چې نمر پريوتو کښې څه شک وې روژهٔ ماتَول جائز نه دې۔
دَ کِفارې حکم
نمبر۱۔ په رمضان شريف کښې دَ روژې ماتَولو کفاره داده۔ چې دوهٔ مياشتې برابر په يَو مخ روژې وُنيسې لږې لږې نيول صحيح نه دې که په څه وجه ترې مينځ کښې يَو دوه روژې پاتې شې نو بيا به دَ سره ټولې دوه مياشتې نيسې۔ البته دَ جامو په وجه چې کومې روژې پاتې شوې وې هغه معاف دې۔ په هغې کفاره کښې څهٔ نقصان نه راځې خو دَ پاکيدو سره به فورًا بيا روژې شروع کوې او شپيتهٔ روژې به پوره کوې۔
نمبر۲۔ که دَ نفاس په وجه(دَ وړوکې دَ پيدائش په وجه) ترې نه څه روژې پاتې شوې نو کفاره صحيح نه شوه۔ بيا به ېٔ دَ سره شروع کوې۔
نمبر۳۔ که دَ څهٔ ناجوړتيا په وجه چانه مينځ کښې څهٔ روژې پاتې شې هم به ېٔ دوباره دَ سَره شروع کوې۔
نمبر۴۔ که په مينځ کښې دَ رمضان مياشت راغله۔ هُم ېٔ کفاره صحيح نه شوه۔
نمبر۵۔ که څوک د پرله پسې دوه ؤ مياشتو روژو طاقت نه لرې۔ نو شپيتو(۶۰) مسکيناتو ته دې صبا بيګا دواړهٔ وخته په مړهٔ خيټه روټیٔ ورکړې۔ څومره چې هغویٔ خوړلې شې۔
نمبر۶۔په چې مسکينانو کښې که ځنې ډير واړهٔ بچې وې نو جائز نه ده۔ دَدې بچو په بدله کښې به نورو مسکينانو باندې بيا خورَوې۔
نمبر۷۔ که دَ غنمو روټیٔ وې نو سپوره روټیٔ ورکول هُم جائز دې۔ او که دَ وُربشو۔ جوارو يا باجرې وې نو څهٔ ترکارې ورسره ضرورې ده۔
نمبر۸۔ که دَ خوراک په ځاېٔ شپيتو مسکينانو ته دَ صدقهٔ فطر هومره وُچه غله ورکړې۔ نو هُم جائز ده۔ دَ صدقهٔ فطر اندازه به دَ زکواة په باب کښې راشې۔
نمبر۹۔ که دَ دغه هومره غلې قيمت ورکړې هُم جائز دې۔
نمبر۱۰۔ که بل چاته ېٔ وُوې چې ځما دَ طرف نه کفاره ادا کړه۔ او هغه په شپيتو مسکينانو روټیٔ وُخورَوله يا ېٔ وچه غله يا دَ هغې قيمت ورکړو۔ نو کفاره ېٔ ادا شوه۔ او که بغير دَ وَينا نه چا ددهٔ دَ طرف نه ورکړه نو کفاره ېٔ نه ادا کيږې۔
نمبر۱۱۔ که په يو مسکين باندې چا شپيته(۶۰) ورځې صبا بيګا روټیٔ وُخورَوله يا ېٔ وُچه غَله دَ صدقهٔ فطر هومره شپيته(۶۰) ورځې ورکړه۔ يا ېٔ هره ورځ دغه هومره قيمت ورکړو، نو هُم کفاره صحيح شوه۔
نمبر۱۲۔ که په يَو مسکين ېٔ شپيته ورځې په يو مخ روټیٔ وُنه خورَوله مينځ کښې څو ورځې ناغه وُشوه۔ هُم څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۱۳۔ که دَ شپيتو ورځو غله ېٔ حساب کړه او ټوله ېٔ په يوه ورځ يو فقير ته ورکړهٔ يا ېٔ دَ شپيتو ورځو دَ غَلې قيمت په يوه ورځ يو فقير ته ورکړو۔ يا ېٔ يو فقير ته لږ لږ په يوه ورځ کښې شپيتهٔ ځله ورکړو داسې کفاره ېٔ صحيح نه ده۔ دا ټول به په يَوه ورځ حسابيږې او يو کم شپيتو کسانو ته به بيا ورکوې په يَوَه ورځ يَو مسکين ته دَ يوې روژې دَ بدلې نه زياتې نشې وکيدې۔
نمبر۱۴۔ که يَو مسکين ته ېٔ دَ صدقه فطر دَ اندازې نه لږه ورکړه۔ هم کفاره ېٔ نه صحيح کيږې۔ يو کس ته په يو ځل نه ددې نه کم ورکول جائز دې او نه زيات۔
نمبر۱۵۔ که په يو رمضان شريف کښې ېٔ دوه يا درې يا زياتې روژې ماتې کړې وې نو يوه کفاره به پرې راځې۔ او که په دوه ؤ رمضانو کښې ېٔ جُدا جُدا روژې ماتې کړې وې نو کفاره به هُم پرې دوه ځله جُدا جُدا واجب وې۔
دَ روژې ماتَولو اجازت
نمبر۱۔ که څوک ناڅاپه داسې ناجوړه شې ، چې که روژه نه ماتَوې نو دَ مرګ خطره ېٔ وې۔ يا ېٔ دَ بيماریٔ زياتيدو خطره وې نو روژهٔ ماتَول جائز دې۔ لکه ناڅاپپه ېٔ خيټه کښې دړد شې۔ يا ېٔ مار وُخورې نو دارو خښلو د َپاره روژهٔ ماتولې شې۔ همدغه شان که داسې تږې شې چې دَ مرګ خطره ېٔ وې نو روژه ماتَول جائز دې۔
نمبر۲۔ که بار داری ښځې باندې داسې څه چل وُشې۔ چې که روژهٔ نه ماتَوې نو دَ خپل ځان يا دَ وړوکې دَ هلاکيدو خطره وې نو روژهٔ ماتَول ورته جائز دې۔
نمبر۳۔ په ګرمیٔ کښې څه سخت کار کولو په وجه ورباندې داسې تنده راغله چې دَ مرګ خطره ېٔ وې۔ نو روژهٔ ماتَول ورته جائز دې۔ ليکن قصدًا په روژهٔ کښې داسې سخت کار کول چې انجام ېٔ روژهٔ ماتَول وې سخته ګناه ده۔
دَ روژې نهٔ نِيوُلو اِجازت
نمبر۱۔ که څوک داسې ناجوړهٔ وې۔ چې په روژهٔ نيوؤ خرابيږې دَ بيماریٔ دَ زياتيدو يا په ډيره مده کښې دَ جوړيدو خطره ېٔ وې۔ يا د َمرګ خطره وې نو رژهٔ دې نه نيسې۔ چې ښهٔ شې بيا به ېٔ قضا وُنيسې۔ خو صرف په خپل خيال باندې روژهٔ پريښول جائز نه دې بلکه چې يَو ديندار هوښيار حکيم ورته وُوائی چې روژهٔ به درته نقصان درکړې۔ نو هله ورته اجازت دې۔
نمبر۲۔ که حکيم يا ډاکټر کافر وې يا مسلمان وې خو دَ شريعت پابند نه وې دَهغهٔ دَ خبرې اِعتبار نشته۔
نمبر۳۔ که حکيم ورته نه وې وئیلې خو خپله تجربه ېٔ داسې وې۔ يا څه علامې داسې وُوينې چې په روژهٔ نقصان رسې۔ نور روژهٔ دې نه نيسې۔ او که خپله ېٔ څه تجربه نه وې۔ او نه ورته دَ بيماریٔ څه حال معلوم وې۔ نو صرف دَ خيال څه اعتبار نشته۔ او که بغير دَ حکيم دَ وَينا يا دَ خپلې تجربې نه صرف دَ نقصان دَ خيال په وجه چا نيولې روژهٔ ماته کړه۔ نو کفاره به ورکوې۔ او که وُېٔ نه نيوه نو ګنهګار دې۔
نمبر۴۔ که دَ ناجوړتيا نه ښهٔ شوې وې خو دومره کمزورې وې که که روژهٔ نيسې نو بيا به ناجوړه شې نو روژه دې نه نيسې۔
نمبر۵۔ دَ مسافر دَ پاره هُم دَ روژې نه نيولو اجازت دې چې کور ته راشې بيا به ېٔ قضا وُنيسې۔ دَ سفر حُکم دَ مانځه په باب کښ تير شوې دې ۔چې دَ درې ورځو په منزل څوک روان وې۔ هغه مسافر دې۔
نمبر۶۔ په سفر کښې که دَ روژې نيوو څه تکليف نه وې۔ دَ ارام ټول سامان موجود وې نو روژهٔ نيول بهتر دې۔ او که روژهٔ وُنهٔ نيسې نو هُم څه ګناه ېٔ نشته البته دَ رمضان شريف دَ روژې چې کوم زياتې ثواب دې دَ هغې نه به محروم شې۔ او که په سفر کښې دَ روژې څه تکليف وو نو نه نيول بهتر دې۔
نمبر۷۔ که دَ ناجوړتيا نه څوک ښهٔ نه شو۔ يا د سفر نه کورته وُنهٔ رسيدو په سفر کښې مړ شو۔ نو څومره روژې چې ېٔ په دې بيماریٔ يا سفر کښې خوړلې دې ۔ په اخرت کښې به ورسره دَدې حساب نه کيږې۔ ځکه چې دَ قضا موقع ورته په لاس نه ده راغلې۔
نمبر۸۔ که په ناجوړتيا کښې ترې لس(۱۰) روژې قضا شوې وې بيا پنځهٔ ورځې ښهٔ شوې وو۔ خو قضا روژې ېٔ نه وې نيولې چې مړ شو۔نو دا پنځه ورته معاف دې او په پنځو به نيولې شې او که لس ورځې ښه شوې وو نو په ټولو به نيولې شې۔ هغهٔ ته پکار دې چې دَ څومره روژو قرض وې ورباندې دَ هغې هومره فدېٔ دَ پاره وارثانو ته وصيت پريږدې۔ چې دَ دهٔ دَمال نه ورکړې شې۔
نمبر۹۔ همدغه شان که په سفر کښې ېٔ روژې خوړلې وې۔ او کورته رارسيدو نه پس مړ شو۔ نو چې څو ورځې کور کښې پاتې شوې وې۔ په هغه هومره ورځو کښې به نيولې شې۔ او دَ دَغه هومره فديیٔ دَ پاره ورته وصيّت پکار دې۔
نمبر۱۰۔ که دَ سفر په لاره کښې ېٔ چرته يو ځاېٔ کښې دَ پنځلسو(۱۵) ورځو حصارتيا نيت وکړو۔ نو اوس ورته روژې خوړل جائز نه دې ځکه چې اوس شرعًا مسافر نه دې۔ او که دَ پنځلسو(۱۵) ورځو نه کم حصار وې نو بيا ورته دَ خوړلو اجازت شته۔
نمبر۱۱۔ بار داره ښځه يا چې وړوُکې ته خوا ورکوې۔ که دومره کمزورې وې چې په روژهٔ نيوؤ ېٔ خپل ځان ته يا وړوُکې ته دَ هلاکت خطره وې، نور روژهٔ خوړې شې۔ البته که خاوند ېٔ مالدار وې چې وُړوکې ته دَ پيؤ دَ پاره دائی ساتلې شې۔ نو بيا ورته دَ روژې خوړو اجازت نشته۔ البته که وړوکې داسې وې چې بې دَ مور نه دَ بل چا پیٔ نهٔ څښی۔ نو بيا که ېٔ خاوند مالدار وې هُم روژهٔ خوړلې شې۔
نمبر۱۲۔ که څوک دائی وړُوکی ته پیٔ ورکولو دَ پاره نوکره شوې وې۔ او رمضان پرې راغلو که روژهٔ نيسې نو دَ وړوکې دَ هلاکت خطره وې، نو دې دائی ته هم دَ روژې خوړلو اجازت دې۔
نمبر۱۳،۱۴۔ دَ دې برخې په اخر کښې په ص ۴۳۳ وُګوریٔ۔
نمبر۱۵۔ که څوک په رمضان کښې دَ ورځې مُسلمان شو۔ يا يَو وړوکی بالغ شو۔ نو هغه به په دې ورځ خوراک څښاک نه کوې۔ لکه دَ روژهٔ دارو خو که وُېٔ کړؤ نو ددې ورځې دَ روژې قضا يا کفاره پرې نشته۔
نمبر۱۶۔ که په سفر کښې ېٔ دَ روژې خوړلو اراده وه۔ خو دَ غرمې نه مخکښې کورته راؤرسيدو يا ېٔ يو ځاېٔ دَ پنځلسو(۱۵) ورځو حصارتيا نيت وُکړو۔ نو اوس به څهٔ خورې څښې نه لکه دَ روژه دارو به وُسِی۔ او که تر اوسه ېٔ څه خوړلی څښلې نه وې۔ نو اوس دې دَ روژې نيّت وُکړې۔
دَ فدېٔ اَحکام
نمبر۱۔ که څوک دومره بُوډا وې چې روژې نشې نيوې يا ناجوړتيا کمزورې کړې وې۔ او دَ ښهٔ کيدو څه طمعَ ېٔ نه وې۔ نو هغه دې روژې نه نيسې۔ او دَ هرې روژې بدله کښې دې يو مسکين ته د َصدقه فطر په اندازه غله ورکوې، يا دې صبا بيګا په يو مسکين باندې روټیٔ خورَوې دې ته ”فديه“ وئیلې شې۔ دَ غلې په ځاېٔ دَ هغې قيمت ورکول هم جائز دې۔
نمبر۲۔ که دَ يو فدېٔ غله لږه ګنړو مسکينانو ورکړې هُم جائز ده۔
نمبر۳۔ بيا که چا فديه ورکړې وې۔ او خداېٔ پاک دومره طاقت ورکړو۔ چې روژهٔ نيوې شې۔ نو دَغه روژو به قضا نيسې۔ او دَ فديیٔ به ېٔ ځان ته ثواب وُشې۔
نمبر۴۔ که چا په ذمه روژې پاتې وې۔ او دَ مرګ په وخت کښې ېٔ وصيّت وکړو، چې زما دَ روژو په بدل کښې فِديه ورکړیٔ۔ نو دَ مړې دَ کفن دفن دَ خرچ او د َقرضو پُوره کولو نه پس چې څه مال پاتې شې دَ هغې په دريئمه برخه کښې که ټوله فِديه پوره کيږې نو په وارثانو واجب د چې دا فِديه ورکړې۔ (که په دريئمه برخه کښې ټوله نه پوره کيږې نو زياتې دَ ټولو وارثانو په اجازت سره ورکولې شې۔ بې اجازته نه شې ورکولی۔
نمبر۵۔ که هغهٔ وصيّت نه ؤ کړې او وارثانو دَ خپل مال نه دَ هغهٔ فِديه ورکوله ، نو هم شايد چې خداېٔ پاک ېٔ قبوله کړې او دَ روژو حساب ورسره وُنه کړې۔ او بغير دَ وصيّت کولو نه دَ مړې دَ خپل مال نه فِديه ورکول جائز نه دې۔ که ټول وارثان ېٔ په خپله خوښه ورکوې نو ورکولې شې۔
نمبر۶۔ که چانه مونځونه قضا شوې وې او وصيّت وُکړې چې ځما دَ مونځونو په بدله کښې فديه ورکړیٔ دَ هغې هم دغه حکم دې۔
نمبر۷۔ دَ هر وخت دَ مانځه دغه هومره فديه ده۔ څومره چې دَ يوې روژې ده۔ دَ يَوې روژې دَ فديیٔ په حساب دَ پنځو فرضو مونځونو او دَ يَو وِتر په بدل کښې دَ يَوې ورځې دَ مونځونو فديه په کچه سير پينځهٔ چهټاکیٔ کم يؤلس سيره غنم کيږې۔ احتياطًا پوره دولس سيره غنم ورکول پکار دې۔
نمبر۸۔ که دَ چا په ذمه زکوٰة پاتې وې۔ او دَ ورکولو وصيّت ېٔ وُکړو۔ دَ هغې هم دغه حکم دې۔ چې که دريمه(۳) برخه مال کښې کوم چې دَ کفن دفن دَ خرڅ او قرضې ادا کولو نه پاتې وې۔ پُوره کيږې۔ نو په وارثانو ېٔ ورکول واجب دې۔ او که وصيّت ېٔ نه ؤ کړې يا ېٔ په دريئمه برخه مال کښې نه پُوره کيدو او وارثانو ېٔ په خپله خوښه ادا کړو نو ذمه به ېٔ خلاصه شې۔ په دې کښې هُم دَ نابالغه وارث رضا معتبره نه ده۔ بالغ وارثان به ېٔ دَ خپلې حصې نه ورکوې۔
نمبر۹۔ که دَ چا په ذمه فرض روژې يا مونځونه پاتې ؤ۔ او وارثانو کښې څوک دَ هغهٔ دَ طرف نه روژې وُنيسې يا مونځونه وکړې۔ دَ هغه غاړه پرې نه خلاصيږې۔
نمبر۱۰۔ بې عذره دَ رمضان روژهٔ خوړل سخته ګُناه ده۔ دا خيال دې نه کوې، چې بيا به ېٔ قضا وُنيسم۔ ځکه چې حديث شريف کښې راځې۔ که دَ رمضان دَ يوې روژې په بدل کښې څوک ټول کال روژې وُنيسې هُم به دومره ثواب وُنه شې۔ څومره چې دَ رمضان دَ يَوې روژې دې۔
نمبر۱۱۔ که دَ بدهٔ شامته چا په رمضان کښې روژهٔ وُنهٔ نيوه، نو دَ خلقو مخکښې دې څهٔ خورې څښې نه۔ او نه دې چاته دا ښکاره کوې چې زما روژه نه ده۔ ځکه چې ګناه په څرګنده کول خپله ګناه ده چې څرګندَولو به ېٔ ګناه دو چنده شې۔ يَو دَ نه نيولو او بل دَ څرګندَوُلو۔ دا چې مشهوره ده”چې دَ خداېٔ نه پټه نه ده دَ بنده نه به ېٔ څه پټوم۔“ دا غلطه خبره ده۔ بلکه څوک چې ېٔ په عُذر خورې، هغوېٔ ته هم مناسب دادې چې دَ چا مخکښې دې ېٔ نه خورې۔
نمبر۱۲۔ وړوکې هلک يا جينیٔ چې دَ روژې نيولو قابل شې، نو په هغویٔ هُم روژه نيول پکار ده۔ چې دَ لسو کالو شې نو په زور پرې نيول پکار دې که ټولې نشې نيوې نو چې څومره نيولې شې نيسې دې۔
نمبر۱۳۔ وړُوکې هلک يا جينیٔ که روژهٔ نيولې وه۔ بيا ېٔ پوره نه کړې شوه، ماته ېٔ کړه نو دَ هغې قضا پرې نشته او مونځ که ېٔ مات کړو نو بيا به ېٔ کوې۔
دَ روژې مُتَفرِقی مسٔلی
نمبر۱۔ په يو کلې کښې مياشت ليدل دَ نورو دَ پاره هم ثبوت دې۔ دا يو کلی دَ بل نه هر څومره چې لرې وې که دَ مغرب په اِبتدا کښې مياشت وُليدې شوه۔ او دَ هغې خبر په معتبره طريقه دَ مشرق اِنتها ته وُرسيدهٔ ، نو په هغویٔ باندې هم په هغه ورځ روژهٔ فرض ده۔
نمبر۲۔ که دَ دوَه ؤ ثقه ګواهانو په خوله دَ مياشتې ثبوت وشو۔ او په دغه حساب روژهٔ وُنيوې شوه ديرش روژې پُوره شوې خو دَ اختر مياشت اونهٔ ليدې شوه مطلع صفا وې اوکه نه وې۔ نو په يو ديرشمه ورځ افطار پکار دې۔ دغه به دَ شوال وړومبې وې۔
نمبر۳۔ که په ديرشم تاريخ مياشت دَ ورځې وُليدې شوه نو دا به نه نه حسابيږې۔ دَ زوال نه مخکښې ليدلې شوې وې اوکه وروستو۔
نمبر۴۔ کوم سړې چې دَ روژې مياشت وُليده يا ېٔ دَ اختر مياشت وُليده او په څه وجه ېٔ شهادت منظور نه شو۔ نو په هغهٔ باندې دَدې دواړو ورځو روژهٔ واجب ده۔
نمبر۵۔ يَو سړې ته روژهٔ ياده نه وه په هيره ېٔ څه وخوړل وُڅښل يا ېٔ کور والی وُکړو او بيا په دې خيال چې روژه مې ماته شوه قصدًا ېٔ څه وخوړل نو په دې خوراک ېٔ روژهٔ ماته شوه خو کفاره پرې نشته۔ صرف قضا به کوې۔ او که مسٔله ورته معلومه وه چې په هيره روژهٔ نه ماتيږې۔ او بيا ېٔ هم په هيره دَ خوراک نه پس قصدًا څه وخوړل نو کفاره پرې نشته صرف قضا به کوې۔ او که قصدًا ېٔ کور والې وُکړو،نو کفاره پرې هُم واجب ده۔
نمبر۶۔ چا بې اختياره قې وکړو۔ يا ېٔ احتلام وشو۔ يا ېٔ صرف ښځې ته په کتو انزال وشو۔ او دَ نا واقفتيا په وجه هغهٔ دا خيال وکړو چې روژهٔ مې ماته شوه۔ بيا ېٔ قصدًا څهٔ وخوړل وُڅښل نو روژهٔ ېٔ ماته شوه خو کفاره پرې نشته صرف قضا به نيسی۔ او که مسٔله ورته معلومه وه بيا ېٔ قصدًا څه وخوړل وُڅښل نو کفاره پرې هُم واجب ده۔
نمبر۷۔ سړې که دَ خپل اندام په سُورې کښې څه واچوې نو هغه معدې ته نه ځې په دې وجه ېٔ روژهٔ نه ماتيږې۔
نمبر۸،۹،۱۰،۔ دَ دې حصې په اخر کښې په ص ۴۳۳ وُګوریٔ۔
نمبر۱۱۔ که يو سړې په سر تيل وُلګَول يا ېٔ رانجهٔ واچول يا ېٔ دَ لويو بولو په ځاېٔ کښې څهٔ اوچ شې ننويستو چې دَ هغې سر بهر ؤ۔ يا ېٔ ترشې ننويستو خو هغه د حُقنې ځاېٔ ته نه وې رسيدلې په دې کارونو روژهٔ نه ماتيږې۔ نه پرې قضا راځې او نه کفاره او که چا څهٔ خُشک شې لکه مالوچ يا کپړه يا بل څه شې دَ لويو بولو په ځاېٔ کښې ننويستو چې ټول غائب شې۔ يا ېٔ لُوند شې ورننَويستو چې دَ حقنې تر ځايه وُرسی۔ نو روژه ېٔ ماته شوه۔ قضا پرې واجب ده۔ او کفّاره پرې نشته۔
نمبر۱۲۔ څوک چې دَ چِلم څښلو عادت وې يا دَ بل څه فائدې دَ پاره په روژه کښې چِلم وُڅښې په هغهٔ باندې قضا او کفّاره دواړه واجب شو۔
نمبر۱۳،۱۴،۱۵۔ دَ دې حِصّې په اخر کښې په ص۴۳۳ وُګوریٔ۔
نمبر۱۶۔ سړے که دارو دَ وړ بولو په سورې کښې وَاچوې۔ په پچکاریٔ وې که په سلائی که په بله طريقه په دې روژه نه ماتيږې اګر که ترمثانی وُرَسې۔
نمبر۱۷۔ يَو سړی په دې خيال چې لا شپه پاتې ده يا ورته روژه ياده نه وه، کور والې ېٔ شروع کړو، يا ېٔ څهٔ خوراک شروع کړو، او بيا چې صبح صادق راوُختو يا ېٔ دَ روژې خيال راغلو۔ نور زر ېٔ خوراک بس کړو يا دَ کور والی نه منع شو۔ نو روژه ېٔ نه ماتيږې اګر چې دَ جدا کيدو نه پس ېٔ منی خارج شې۔ دا به دَ احتلام په حکم کښې شمير شې۔
نمبر۱۸۔ په مسواک باندې روژه کښې څهٔ نقصان نه راځې۔ دَ وُچ لرګې وې او که دَ تازه دَ زوال نه مخکښې وې او که وروستو۔
نمبر۱۹۔ دَ ښځې کښلَوُل يا ورسره غاړه وتل مکروه دې که دَ بې قابو کيدو يا دَ اِنزال خطره وې ورکښې۔ او که دا خطره ورکښې نه وې نو څهٔ نقصان ېٔ نشته۔
نمبر۲۰۔ دَ ښځې شونډې چُوپل يا ورسره هسې بربنډ څملاستل بغير دَ کور والې نه هم مکروه دې۔ دَ اِنزال خطره ورکښې وې او که نه وې۔
نمبر۲۱۔ که يَو سړې دَ روژې نيت تړلو نه پس په سفر روان شو۔ لږ غوندې لرې لاړو چې په څه شې پسې بيا کورته واپس راغلو۔ او چې کورته راغلو نو روژه ېٔ ماته کړه۔ نو هغه به کفاره ورکوې۔ ځکه چې په دې وخت کښې دهٔ باندې دَ مسافر اطلاق نه کيږې۔ اګر چې هغهٔ دَ حصاريدو په نيت نه وې واپس شوې۔ او نه ډير حصارشوې وې۔
نمبر۲۲۔ دَکور والې نه علاوه که په بل څه وجه ورباندې کفاره واجب شې نو ددې دواړو دَ پاره يوه کفاره کافې ده۔ اګر چې دا دواړه کفارې دَ دوهٔ و رمضانو وې۔ البته دَ کور والې په وجه چې ېٔ څومره روژې ماتې کړې وې۔ نو که هغه دَ يَو رمضان روژې وې خو دَ هغې دواړو دَ پاره يوه کفاره کافې ده ۔ او که هغه دَدوهٔ و رمضانو وې نو دَ هَر يوهٔ دَ پاره به بيله بيله کفاره اَدا کوې۔
اِعتَکاف
دَ رمضان شريف دَ شلم تاريخ دَ ماښام نه لږ وړاندی دَ رمضان دَ اخرې تاريخ تر ماښامه پورې په کومه شپه چې دَ اختر مياشت ښکاره کيږې۔ دَ ښځو دَ پاره په خپل کور کښې چې کوم دَ مانځه ځاېٔ وې او دَ سړو دَ پاره دَ جَمعِ په جماعت کښې پابندیٔ سره کيناستلو ته ”اِعتکاف“ وئیلی شې۔ دَ دې ډير لوېٔ ثواب دې۔ چې اعتکاف شروع کړې نو سِوا دَ وړو بولو او لويو بولو دَ ضرورت نه به بل څهٔ دَ پاره بهر ته نه ؤوځې۔ خوراک څښاک به هم دلته کوې۔ او اُودهٔ کيږې به هُم دغه ځاېٔ کښې۔ البته که دَ خوراک ورکولو ېٔ څوک نه وې۔ نو دَ هغه دَ پاره بَهَر ته دَ وتلو اجازت شته۔ دُنياوې خبرې به بې ضرورته نه کوې۔ ټوله ورځ به نفلې مونځونه يا دَ قران تلاوت کوې۔ يا نوره څهٔ وظيفه بې کيناستل ښهٔ نه دې۔ دَ قران وحديث يا مذهبی کتابونه تدريس او وعظ و نصيحت هُم کولې شې۔ که دَ غُسل انتظام په هغه ځاېٔ کښې نه شو کيدې۔ نو بَهَر ته وتلې شې يا دَ اختر مانځه ته عيدګاه ته تلې شې۔ دَ بل څه غير ضرورې کار دَ پاره که دَ جماعت نه وُوتو۔ نو اِعتکاف به ېٔ مات شې۔ دَ اِعتکاف په وخت کښې کور والې ي دَ هغې دواعی ښکلول وغيره جائز نه دې۔ ښځه که په اعتکاف کښې وه او جامې يا نفاس ورته راغلو نو اِعتکاف به پريږدې او دَ پاکيدو نه پس به خاص دَ هغې ورځې دَ اِعتکاف قضا کوې۔ که دغه قضا ېٔ په رمضان کښې وُکړه۔ نو دغه روژهٔ ېٔ کافې ده او که دَ رمضان نه علاوه بله ورځ ېٔ کوله نو په دغه ورځ به روژهٔ هم نيسې۔
دَ اِعتکاف فَضِيلت
حديث شريف کښې دې” چا چې دَ رمضان په اخرو لسو شپو ورځو کښې اعتکاف وُکړو۔ هغهٔ ته به دَ دوهٔ و حجونو او دوهٔ و عمرو ثواب ورکړې شې“۔
حديث شريف کښې دې ”چا چې خالص دَ ثواب په نيت او دَ دين دَ عبادت په خيال اعتکاف وُکړو۔ خداېٔ پاک به دَ هغه تير شوې (واړهٔ) ګُناهونه ټول معاف کړې“۔
حديث شريف کښې دې” دَ اِسلام دَ سرحد حفاظت څلويښت(۴۰) ورځې پورې کيږې۔ چا چې څلويښت ورځې دَ اِسلام دَ سرحد حفاظت وُکړو په دې شان چې نه ېٔ څه واخستل نه ېٔ څه خرڅ کړل اونه ېٔ څهٔ ناکاره کار وُکړو، هغهٔ به دَ ګُناهونو نه داسې پاک شې لکه چې په اوّله ورځ دَ مور نه پيدا شوې وې“۔ يعنې ټول واړهٔ ګُناهونه به ورته خداېٔ پاک معاف کړې۔ په حديث کښې ”دَ اِسلام دَ سرحد“ تشبيهاً راغلې دی۔ مطلب دَ دُنيا نه کناره کشې ده۔ چې څلويښت ورځې څه خريدو فروخت يعنې دَ دُنيا څه کاروبار وُنه کړې۔ دا ورځې خالص په عبادت تيرې کړې۔ او دَ خپل نفس ظاهرې و باطنې دواړه حفاظت وکړې لکه چې دَ سرحد سپاهيان دَ نورې دُنيا نه جُدا وې، دَ ملک حفاظت کوې۔
دَ اِعتکاف مسٔلی
نمبر۱۔ دَ اِعتکاف دَ پاره درې څيزونه ضرورې دې۔ ”۱“ جماعت کښې ديره کيدل”۲“دَ اِعتکاف په نيت ديره کيدل بی دَ اعتکاف دَ نيت نه که څوک هسې په جماعت کښې ديره وو۔ دَ اِعتکاف ثواب ېٔ نه کيږې۔ او دَ نيت دَ پاره دَ عقل او اسلام ضرورت دې ۔ خو دا دواړه شرطونه ورکښې ضمنًا راغلل”۳“ دَ حيض و نفاس او جنابت نه پاکيدل۔
نمبر۲۔ دَ ټولو نه افضل هغه اعتکاف دې چې په مسجد حرام يعنې مکّه معظّمه کښې وُشې۔ ددې نه پس دَ مسجد نبویﷺ ددې نه پس دَ بيتُ المقدس دَدې نه پس دَ لوېٔ جامع مسجد چې دَ جمعِ انتظاموې ورکښې۔ دَدې نه پس دَ محّلی جماعت او بيا هر هغه جماعت چې ګنړه جمَع ورکښې کيږې۔
نمبر۳۔ دَ اِعتکاف درې قسمه دې۔ ”ا“ واجب ”۲“سُنّت مؤکّده”۳“ مُستَحب واجب هغه دې چې چا ېٔ نذر منلې وې۔ نذر غير معلّق وې يعنې هسې وئیلې وې چې زه به اعتکاف کوم۔ يا معلّق وې يعنې وئیلې ېٔ وې چې مثلًا که زما دا کار وُشو نو دومره ورځې اعتکاف به کوم۔ او سنّت مؤکده دَ رمضان دَ اخرو لسو ورځو اعتکاف دې۔ چې نبی عليه السَّلام هميشه دَپاره دې ورځو کښې اِعتکاف کړې دې۔ او ډيرو احاديثو کښې ېٔ ذکر راغلې دې۔ خو دا سنّت مؤکده کفائی دې۔ که په کلې کښې څو کسانو وکړو۔ نو دَ ټول کلی ذمه به خلاصه شې۔ او دَدې لسو ورځو نه علاوه نور ټولو ورځو کښې دَ رمضان وې او که بغير دَ رمضان نه وې اعتکاف مستحب دې۔
نمبر۴۔ دَ واجب اعتکاف يعنې دَ نذر دَ اعتکاف دَ پاره روژه شرط ده۔ چې حوک دا اعتکاف کوې روژه به نيسی۔ که په هغه وخت ېٔ ورسره دا نيت هم کړې وې، چې روژه به نه نيسم هسې اعتکاف به کوم هم روژه نيول ورباندې ضرورې دې۔ په دې وجه که څوک دَ شپې دَ اِعتکاف نيت وُکړې نو دا نيت ېٔ لغو دې۔ ځکه چې دَ شپې روژه نشې نيوې البته که دَ شپې ورځې نيت وکړې يا دَ څو ورځو نيت وکړې۔ نو شپه به ورسره په ضمن کښې راشې۔ او دَ شپې اِعتکاف نيت ېٔ کړې وو نو دَ هغې سره شپه نه راځې۔ خاص دَ اعتکاف په نيت روژه نيول ضروری نه دې۔ که په بل څه غرض چا روژهٔ نيولی وه دا هم اِعتکاف دَ پاره کافې ده۔ مثلاً يَو سړی په رمضان کښې دَ اِعتکاف نيت کوې۔ نو دا دَ رمضان روژه دَ اِعتکاف دَ پاره هم کافې ده۔ البته نفلې روژه دَ اِعتکاف دَپاره نه کافې کيږې۔
لکه يو سړې نفلی روژه نيولې وې او بيا په هغه ورځ دَ اِعتکاف نَذَر وُمنی نو نه صحيح کيږې۔ که يَو سړی دَ پوره رمضان دَ مياشتی دَ اعتکاف نذر ومنلو۔ او بيا اِتفاق داسې وُشو چې رمضان کښې ېٔ اعتکاف وُنه کړې شو۔ نو اوس به ېٔ بله مياشت کښې کوې۔ او ورسره په مخه پُوره مياشت روژې نيسی۔ قضائی به ورکښې نه کوې۔
نمبر۵۔ په اعتکاف مسنون کښې يعنې دَ رمضان اخر ورځو کښې خو هسې هم روژه وې، نو هغې کښې دَ روژې دَ شرط کيدو څه فائده نشته۔
نمبر۶۔ په مستحب اعتکاف کښې هم احتياطاً روژه شرط منلې شوې ده۔ خو صحيح داده چې روژه ورکښې شرط نه ده۔
نمبر۷۔ واجب اعتکاف يعنې دَ نذر اعتکاف کم نه کم يوه ورځ کيدې شې و زيات چې څومره چا نيت وکړو۔ او مسنون اعتکاف لس ورځې وې۔ دَ رمضان اخرې لس ورځې۔ دَ مستحت اعتکاف دَ پاره څه مقدار نشته۔ دَ ورځې يوه حصه هُم کيدې شې۔ او زيات هم څومره چې دَ چا خوښه وې۔
نمبر۸۔ دَ اعتکاف په وخت کښې دوه قِسمه کار حرام دې۔ يعنې دَ هغې په کولو واجب يا مسنو اعتکاف ماتيږې۔ او قضا به ېٔ کوې۔ دَ مستحب اعتکاف دَپاره څه مقرّر وخت نشته۔ دَ هغې قضا هُم نشته۔
اول قسم۔ دَ اعتکاف دَ ځاېٔ نه بې ضرورته بَهَرته وتل ضرورت عام دې۔ طبعې وې که شرعې طبعې لکه قضایٔ حاجت دَپاره يا غُسل دَ پاره او شرعی لکه دَجُمعې دَ مانځه دَ پاره که په هغه جماعت کښې دَ جُمعې مونځ نه کيږې۔
نمبر۹۔ دَ کوم ضرورت دَ پاره چې دَ اعتکاف دَ ځاېٔ نه بَهَرته وتلې وې دَ هغه ضرورت پوره کيدو نه پس دې زياتې نه حصاريږې۔ او څومره چې ممکنه وې دَ خپل ځاېٔ سره نزدی دې خپل ضروريات پوره کوې۔ ډير لرې دې نه ځې۔ که دَ جُمعې دَ مانځه دَ پاره بل جماعت ته لاړو او هم هلته ېٔ باقې اعتکاف پوره کړو۔ نو هم خير دې خو مکروه دې۔
نمبر۱۰۔ بې ضرورته په هيره باندې هم دَ يَو منټ دَ پاره دَ خپل اعتکاف دَ ځاېٔ نه بَهَر وَتل جائز نه دې۔
نمبر۱۱۔ کوم عذر چې عام نه وې۔ دَ هغې دَ پاره دَ اعتکاف ځاېٔ پريښول جائز نه دې۔ لکه دَ مريض دَ تپوس دَ پاره دَ چا ډوبيدنکی دَ بچ کولو دَپاره دَ اور مړ کولو دَ پاره دَ جماعت پريوتلو دَ خطری نه اګر چې په دې صورتونو کښې بَهَرته وتل ګناه نه ده۔ دَ ځان بچ کولو په غرض وتل ضرورې دې۔ خو اعتکاف به ېٔ مات شې۔که دَ څه شرعې يا طبعی ضرورت دَپاره بَهَرته وتلې وې۔ او په دې ضمن کښې دَ فارغ کيدو نه مخکښې يا وروستو په لاره کښې دَ چا بيمار تپوس وکړې يا دَ چا جنازه کښې شريک شې نو خير دې۔
نمبر۱۲۔ دَ جُمعې دَ مانځه دَ پاره داسې وخت کښې تلهٔ پکار دې چې سنّت او تحيّه المسجد ورکښې کولې شې۔ او دَ مانځه نه وروستو هم سنتو دَ پاره حصاريدې شې۔ دا اندازه لګول دَ هغې سړې په راېٔ باندې دې که اندازه ېٔ غلطه ولګوله دَ وخت نه لږ وړاندی لاړو هُم څهٔ حرج ېٔ نشته۔
نمبر۱۳۔ که يَو سړی په زبردستیٔ دَ اعتکاف دَ ځاېٔ نه اوويستی شې هم اعتکاف به ېٔ مات شې۔ لکه په څهٔ جرم کښې دَ حاکمِ وخت دَ طرف نه ېٔ دَ ګرفتاریٔ وارنټ جاری شوې وې۔ او سپاهيان ېٔ ګرفتار کړې روان ېٔ کړې يا ور پورې دَ چا قرض وې او هغهٔ ېٔ بَهَرته راؤباسی۔
نمبر۱۴۔ هم دغه شان که څه شرعی يا طبعی عذر باندِی بَهَرته راوتی وې او په لار کښې ېٔ څوک قرضخواه حصار کړې۔ يا ناجوړه شې۔ يا په بل څهٔ وجه حصار شې۔ او خپل ځاېٔ ته رسيدو کښې ېٔ ډير وخت وُلګی۔ نو اعتکاف به ېٔ مات شې۔
دوئم قِسم هغه کارونه دې چې په اعتکاف کښې ناجائز دې۔ لکه کوروالی کول۔ قصدًا وې که په هيره، په جماعت کښې وې که دَ جماعت نه بَهَر په هر حالت کښې اعتکاف ماتوې کوم کارونه چې دَ کور والی تابِع دې لکه ښکلول يا غاړه وَتل ، هغه هُم په اعتکاف کښې ناجائز دې۔ ليکن څو پورې چې منی نه وې خارج شوی اعتکاف پرې نه ماتيږې۔ په ښکلولو يا معانقه يا بل داسی کار باندې که منی خارجه شوه نو اعتکاف ېٔ معاف شو۔ البته صرف خيال او تصوّر باندې که خارجه شوه نو اعتکاف ېٔ نه ماتيږې۔
نمبر۱۵۔ دَ اِعتکاف په حالت کښې بی ضرورته څه دُنياوې کار کول مکروه تحريمې دې ۔ مثلًا بې ضرورته سُودا يا دَ تجارت څه کار کول البته که ضرورت وې لکه دَ کور دَ پاره دَ خوراک څښاک سامان اخيستل چې بل څوک دَ اخيستو نه وې جائز دې۔ خو هغه شې جماعت ته راننويستل ښهٔ نه دې که دَ جماعت خرابيدو يا ځاېٔ بنديدو خطره وې ورکښې او که دا نهٔ وې نو خير دې۔
نمبر۱۶۔ دَ اِعتکاف په حالت کښې بلکل غلی ناستی هم مکروه تحريمی دې۔ ځکه چې غلی ناستې څه عبادت نه دې۔ خرابی خبرې دې نه کوې دروغ دې نه وائی غيبت دې نه کوې۔ بلکه دَ قران مجيد تلاوت يا څه دينی عِلم لوستلو يا لولَوَلو کښې يا عبادت کښې دې ټوله ورځ ځان مشغول ساتی۔
دَ لَيلةُ القَدَر فَضِيلَت
خداېٔ پاک فرمائیلی دې۔ لَيلَةُ القَدرِ خَير مِن اَلفِ شَهرٍ“ يعنی ليلة القدر دَ زرو مياشتو نه بهتره ده۔ په دې شپه کښې دَ عبادت ثواب دَ ثواب دَ نورو ورځو دَ زرو مياشتو دَ عبادت نه زيات دې۔ دَ دې ايت په شانِ نزول کښې اِمام سيوطیؒ په خپل کتاب”لبابُ النقول“ چې رسول اللهﷺ دَ اصحابو مخکښې دَ بنی اسرائیلو دَ يَو سړی ذِکر وکړو۔ چې هغه پوره يو زر مياشتی دَ خداېٔ په لار کښې (جهاد کښې) وسله تړلی وه۔ مسلمانانو په دی تعجُب وُکړو۔ او افسوس ېٔ وُکړو چې مونږ به داسې نعمت څنګه حاصل کړو۔ نو خداېٔ پاک دا سورة نازل کړو۔
اِنَّا اَنزَلنَاهُ فِی لَيلَةِ القَدرِ وَمَا اَدرَاکَ مَا لَيلَةُ القَدرِ لَيلَةُ القَدرِ خِيرمِن اَلفِ شَهرٍ“
يعنی ليلة القدر دَ هغې زرو مياشتو نه زياته بهتره ده۔ کومو کښې چې هغه سړې جهاد کړی وو۔ بل روايت کښې دې چې رسول الله ﷺ دَ بنی اسرائیلو دَ يَو سړې ذکر وُکړو۔ چې هغهٔ زر مياشتی دَ شپی عبادت کولو تر سحره پورې او دَ ورځې به ېٔ دشمن دَ دين سره جهاد کولو۔ تر ماښامه پوری نو خداېٔ پاک دا ايتونه نازل کړل چې دا شپه دَ هغې زرو مياشتو نه بهتره ده دَ دې مبارکی شپې قدر پکار دی۔ په لږ غوندی محنت باندی څومره بيحسابه ثواب موندې شې په دې شپه باندې خاص طور سره دعا قبليږې۔ که ټوله شپه څوک نشی رُونړه وُلی نو څومره چې کيدې شې همت پکار دی۔
حديث شريف کښې راځې” دا مياشت (رمضان) په تاسو راغله په دې کښې يوه شپه ده چې هغه دَ زرو مياشتو نه بهتره ده۔ څوک چې دې شپه کښې دَ برکت، اطاعت او عبادت نه محروم شو هغه دَ ټولو نيکيو نه محروم پاتې شو۔ محروم نه پاتې کيږې دَ دې شپې دَ برکتونو نه سيوا دَ محروم سړې نه“۔ يعنې دَ دې شپې دَ عبادت نه چې څوک محروم شو هغه به ډير لوېٔ بدبخت وې۔ دَ ټولو نيکيو نه به محروم پاتې شې۔
حديث شريف کښې راځې” بې شکه که دَ خداېٔ رضا وې نو تاسو ته به ېٔ دَ ليلةُالقدر شپه ښيئلی وه۔ (خو دَ څهٔ حکمت دَ پاره ېٔ بليقين تاسو خبر نه کړېٔ) دا دَ رمضان په اؤو شپو کښې ولټویٔ چې په دې شپو کښې دَ شب قدر غالب ګمان دې او دَ لټولو نه مطلب دادې چې په دې شپو کښې ويښ اوسیٔ او عبادت کویٔ چې ليلةُ القدر درته ملاؤ شې۔
حديث کښې دې چې ليلةُ القدر په هر رمضان کښې ۔ حديث کښې دې چې ليلةُالقدر دَ رمضان په اوويشتمی شپې باندې وې (دَ دې شپې په تعين کښې ډير اختلاف دی خو مشهور قول هم دادې چې په اوويشتمه شپه باندې وې۔ او په دې کښې دا ضروری نه ده چې څه دې درته په نظر راشې نو هله به دَدې برکت درته ملاويږې۔ بلکه که څه درته ښکاره شې او که نه شې خو عبادت وکړیٔ او برکت حاصل کړیٔ او مقصود هم دادی چې دَدی شپی برکت او دومره ثواب چې کوم ذکر شوې دې هغه حاصل کړیٔ۔ دَ څهٔ څيز ښکاره کيدل مقصود نه دې۔
دَ زکوٰة اَحکام
چاته چې خدایٔ پاک مال ورکړې وې او زکوٰة ېٔ نه وُباسی۔ دَ قيامت په ورځ به په سخت عذاب کښې نښتی وې۔ رسول الله ﷺ فرمائیلی دې۔” چا سره چې سرهٔ سپين وی او هغه دَ هغی زکوٰة نه ورکوی۔ دَ قيامت په ورځ به دَ هغې نه تختی جوړے شې۔ دَ دوزخ په اور کښې به سری شې او هغهٔ ته به داغونه ورکولی شې۔ چې سړے شې نو بيا تَودَولی شې “۔ او حضور ﷺ فرمائیلی دې” چې دَ چا سره دولت وې او هغه ېٔ زکواة نه ورکوی دَ قيامت په ورځ به دَ هغې نه غټ مار جوړ شې۔ او دَ هغه دَ څټ نه به چاپيره شې دواړه ژامی به ترې راشوکوې او وائی به چې زهٔ ستا هغه مال يم۔ زه ستا هغه خزانه يم۔ خداېٔ تعالٰی مو دې وُساتې۔ دومره سخت عذاب څوک زغملی شې۔ دَ معمولی لالچ په بدل کښې دومره سخت عذاب په سر اخستل غټه بی وقوفی ده۔ دَ خداېٔ پاک ورکړی دولت دَ خداېٔ په لار کښې ورکول پکار دې۔
نمبر۱۔ دَ چا سره چې دوهٔ پنځوس تولی او شپږ ماسی سپين زر وې۔ يا اُوهٔ نيمی تولی سرهٔ زر وی۔ او تر يو کاله ورسره پاتی شې۔ دَ کال تيريدو نه پس په هغې باندې زکوٰة ورکول فرض شې۔ که دَدې نه کم وې نو زکوٰة پرې فرض نهٔ دې۔
نمبر۲۔ دَ چا سرهٔ اته(۸) تولی زر څلور شپږ مياشتی وو۔ بيا ددې نه کم شو۔ دوه درې مياشتې پس ورسره بيا پوره شو۔ هم ورباندې زکوٰة فرض دې۔ غرض دا چې دَ کال په اول او اخر کښې دَ زکوٰة نصاب پوره وې۔ نو که په مينځ کښې څهٔ مودې دَ پاره کم هم شې دَهغې څه اعتبار نشته۔ زکوٰة پرې فرض دې۔ البته که ټول مال ېٔ برباد شو۔ او دوباره ورسره بيا راغلو۔ نو دَ دغه تاريخ نه به کال حسابيږې۔
نمبر۴۔ که دَ چاسره دوه سوه(۲۰۰) روپیٔ وې۔ خو دغه هومره روپیٔ ورباندې قرض هم وو۔ په هغهٔ زکوٰة فرض نه دې۔ که کال ورباندې تير شې هم۔ او که يو نيم سل روپیٔ قرضه وه ورباندې بيا هم پرې زکوٰة نه فرض کيږې۔ ځکه چې فقط پنځوس روپیٔ به ورسره پاتې شې۔ او په دې زکوٰة نه فرض کيږې۔
نمبر۵۔ که دَ چا سره دوه سوه روپیٔ وې او سل روپیٔ پرې قرض وو۔ نو دَ سلو روپو به زکوٰة ورکَوې۔ چې کال ېٔ پوره شې۔ غرض دا چې دَ قرضې نه علاوه که ورسره دَ زکوٰة نصاب په اندازه روپیٔ پاتې کيدې۔ نو زکوٰة پرې فرض دې اوکه کمې پاتې کيدې نو فرض نه دې۔
نمبر۶۔ دَ سرو زَرو او سپينو زَرو په کالو لوښو او سُوچه کناریٔ ګوټ باندې هم زکوٰة شته۔ کالی اچَوی او لوښې استعمالوې او که بند ېٔ ايښې وې۔ غرض دا چې دَ زَرو په هر څيز باندې زکوٰة دې۔ چې دَ زکوٰة نصاب ته وُرسی۔
نمبر۷۔ زَر که کَره نه وې کُوټه وې ورکښې نو کتی به شې چې زَر پرې زيات دې که کوټه که زز پرې زيات وې نو دَ زرو په حُکم کښې دې او که کوټ پرې زيات وې، نو هغه دَ زَرو په حُکم کښې نه وې۔ بلکه دَ تانبی، اوسپنی وغيره په حُکم کښې دې۔
نمبر۸۔ که دَ چا سَرَه دَ سرو نصاب هم پوره نه وو۔ او دَ سپينو هُم پُوره نه وو۔ دواړهٔ ورسره لږ لږ وو۔ که د دواړو قيمت يو ځاېٔ کړې، نو اوه نيمی تولی سرو ته يا دوه پنځوس تولی او شپږ ماسی سپينو ته رسی، نو زکوٰة پرې فرض دی۔ او که دواړه څيزونه دومره لږ مقدار کښې وو۔ چې دَ دواړو قيمت هم دَ يو څيز نصاب ته نه رسی نو زکوٰة ورباندې نه فرض کيږې۔ او که دَ سرو او سپينو ځان ته نصاب پوره وو۔ نو بيا دَ قيمت لګولو ضرورت نشته۔ هر يَو کښې به خپل مقدار زکوٰة ورکړې۔
نمبر۹۔ فرض کړه په څه وخت کښې دَ سرو قيمت پينځه ويشت روپیٔ توله وو۔ او په يوه روپیٔ يوه نيمه توله سپين کيدل۔ او دَ چا سره دوه تولی سرهٔ او پنځه روپیٔ دَ ضرورت نه زياتی وی۔ کال ورباندې تير شو نو په هغهٔ زکوٰة واجب دې۔ ځکه چې دوه تولی سرهٔ دَ پنځوسو روپو شو۔ او په پنځوس روپیٔ باندې پنځه اويا تولی سپين زر کيږې۔ او دَ پنځو روپو هم اوه نيمې تولې سپين کيږې۔ په دې حساب دَ سپينو دَ نصاب نه ډير زيات زرشو۔ زکوٰة ورباندې واجب شو۔ او که روپیٔ ورسره نه وې۔ صرف سرهٔ زر وو۔ نو زکوٰة پرې نه کيږې۔ ځکه چې دَ سرو دَ نصاب نه کم دې۔
نمبر۱۰۔ که په يوه روپیٔ دوه تولے سپين زر کيدل۔ او چا سره ديرش روپیٔ وې۔ په هغه زکوٰة نه فرض کيږې۔ دا حساب به نه لګوؤ چې دَ ديرشو روپو شپيتهٔ تولے سپين کيږې۔ دَ نصاب نه زيات دې ځکه چې روپیٔ دَ چاندیٔ وې۔ او چې فقط چاندې وې۔سرهٔ ورسره نه وې نو دَ قيمت اعتبار نشته۔ دَ وزن اعتبار دې او ددې وزن دَ نصاب نه کم دی۔
نمبر۱۱۔ که دَ چا سره سل(۱۰۰) روپیٔ دَ ضرورت نه زياتی وې۔ دَ کال پوره کيدو نه مخکښې ورته پنځوس نورې هم راغلی نو ددې پنځوسو دَ کال حساب به ځان ته جدا نه لګؤو۔ همدغې سلو سره به حسابيږې او چې کال پوره شې نو پوره دَ يو نيم سلو زکوٰة به ورکوې۔ او داسې به حسابيږې چې په دې ټولو کال تير دے۔
نمبر۱۲۔ دَ چا سره سل تولے چاندې وه۔ دَ کال پوره کيدو نه مخکښې ورسره څه نوره هم راغله۔ نو ددې حساب به ځان ته نهٔ لګې چې کال پوره شې ، نو ددې ټولی چاندیٔ زکوٰة به ورکولی شې۔
نمبر۱۳۔ دَ سرو زَرو او سپينو زرو نه علاوه نور څومره څيزونه چې دې۔ لکه اوسپنه، تانبه، ګِلټ، قلعی وغيره او دَ دې څيزونو نه جوړ شوې لوښې، جامی،پيزار، او ددې نه علاوه څهٔ اسباب چې وې۔ دَ هغې ټولو دا حکم دې۔ چې که دا سامان دَ تجارت دَ پاره نه وې۔ دَ خپل ځان دَ استعمال دَ پاره وې نو دَ هر څومره قيمت چې وې زکوٰة ورباندې نشته۔ او که دَ سوداګریٔ مال وې، نو قيمت به ېٔ اچولی شې۔ که دَ سرو زرو يا سپينو نصاب ته ېٔ قيمت رسيدو نو چې کال پرې تيرشې زکوٰة به ېٔ ورکوې۔ خواه دَ هغه دَ کور ضرورې خرچ هم ددغې سامان په منافعه چليږې۔ او که بل څه امدن ېٔ وې او که دَ زکوٰة نصاب ته نه رسی نو زکوٰة پرې نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ کور سامان لکه ديګچی، ديګونه، تالی، يا دَ خوراک څښاک لوښې، دَ اوسيدلو مکان، د اغوستو جامی، دَ سُوچه مرغلرو هار وغيره څيزونو باندې زکوٰة نشته۔ دَ هر څومره قيمت چې وې۔ روزانه استعماليږې او که نه استعماليږې۔ البته که دغه سامان دَ سوداګریٔ وې نو بيا پکښې زکوٰة شته۔ غرض دا چې دَ سرو زَرو او سپينو زَرو نه علاوه هر څومره مال چې وې۔ که دَ تجارت په غرض نه وې نو زکوٰة پرې نشته ، دَ هر څومره قيمت چې وې۔ او که دَ تجارت دَ پاره وې، نو بيا ورباندې زکوٰة فرض کيږې۔ چې کال پرې تير شې او قيمت ېٔ دَ سرو يا سپينو نصاب ته رسی۔
نمبر۱۵۔ که دَ چا دوه څلور کورُونه وې په کرايه ېٔ ورکوې په دې هم زکوٰة نشته۔ دَ هر څومره قيمت چې وې۔ همدغه شان که دَ چا دَ دوه څلورو سوؤ روپو لوښې اَخستې وو په کرايه ېٔ ورکول۔ په هغې هُم زکوٰة نشته۔
نمبر۱۶۔ دَ اغوستو جامی چې ايښې شوې وې که دَ هر څومره زيات قيمت وې زکوٰة پرې نشته خو که په هغې دَ سُوچه تيلی کار شوې وې۔ ا وهغه دومره وې چې که وِيلی شې نو دوه پنځوس تولے شپږ ماسے سپين زَر به ترې ووځې۔ نو دَ دې سپينو په حساب به پرې زکوٰة فرض شې که دومره نه وې نو زکوٰة پرې نشته۔
نمبر۱۷۔ که دَ چا سَرَه څه زَر وې او څهٔ دَ تجارت نور مال نو که دواړه يو ځاېٔ شې او قيمت ېٔ دَ سرو يا سپينو نصاب ته رسی زکوٰة پرې فرض دې ۔ که کم وې نو نه دې۔
نمبر۱۸۔ دَ سوداګریٔ مال هغه دې چې په دې نيت اخستی شوې وې که چا دَ خپل کور دَ خرڅ دَ پاره يا دَ شادیٔ دَ پاره څه مال اَخستی وو بيا ېٔ دَ هغې دَ خرڅولو اراده وُکړه۔ نو دا مال دَ سوداګریٔ نه دې۔ زکوٰة پرې نشته۔
نمبر۱۹۔ که په چا بدنې ستا قرض وې نو په دې قرض هم زکوٰة واجب دې۔ ليکن قرض په درې قِسمه دې۔ يو دا چې نقدی روپیٔ يا سرهٔ سپين زر ېٔ قرض ورکړې وې۔ يا ېٔ تجارت دَ سامان قرضه باقې وې او يو کال يا درې کاله پس وصول شې۔که دومره مقدار وې چې زکوٰة پرې فرض کيږې نو دَهغې ټولو کالو زکوٰة به ېٔ ورکوې۔ اوکه په يو ځاېٔ وصول نه شې نو چې کله ترې يؤلس(۱۱) روپیٔ وصول شې دَهغې زکوٰة به ورکوې۔ که کمې ترې وصول شې دَهغې زکوٰة به نه ورکوې۔ بيا چې کله يؤلس(۱۱) روپیٔ وصول شې نو زکوٰة به ېٔ ورکوې۔ او چې کله ورکوې نو دَ ټولو کالونو به ورکوې۔ او که قرضه لږه وې چې دَ زکوٰة نصاب ته نه رسی نو زکوٰة پرې نشته۔ البته که نور مال ورسره وې چې دا ورسره يو ځاېٔ کړې نو پُوره کيږې۔ بيا پرې واجب دې۔
نمبر۲۰۔ که قرضه کښې ېٔ نقد رقم نه وې ورکړې او نه ېٔ دَ سوداګریٔ مال ورکړې وې۔ بلکه بل څه شیٔ ېٔ خرڅ کړې وو۔ لکه دَ اغوستو جامی يا دَ کور سامان او دَ هغې قيمت باقې وو۔ او هغه دومره وو چې زکوٰة پرې کيږې او هغه قيمت څو کاله پس وصول شو۔ نو دَ ټولو کالوُنو زکوٰة پرې واجب دې۔ او که ټول په يو ځل وُصول نه شو۔ لږ لږ وُصوليدو نو څو پوری چې څلور پنځوس روپیٔ دولس انی نه وې وصول شوی، زکوٰة پرې نشته۔ کله چې دومره وصول شوی دَ ټولو کلونو زکوٰة به ېٔ ورکوې۔
نمبر۲۱۔ دريئم قسم قرض هغه دې چې په بدل کښې ېٔ څه مال نه وې ورکړې۔ لکه په سړی ېٔ مهر قرضه وې۔ يا دَ خلعِ قرضه وې يا دَ دِيَت دَ مال قرضه وې۔ او هغه په څو کاله پس وصول شې۔ نو دَ هغې زکوٰة به دَ وصولیٔ دَ ورځې نه حسابيږې دَ تيرو کالوُنو زکوٰة پرې نشته۔ چې دَ دغې وصولیٔ دَ تاريخ نه ورباندې کال تير شې، او هغه مال ورسره باقې وو نو اوس به ېٔ زکوٰة ورکوې۔
نمبر۲۲۔ مالدار سړے چې زکوٰة پرې فرض وې، که کال پوره کيدو نه مخکښې زکوٰة ورکړې او دَ کال دَ پوره کيدو انتظار وُنه کړې نو هم جائز دے۔ زکوٰة به ېٔ وُشې۔ او که مالدار نه وې ، دَ چرته نه دَ مال راتلو طمعَ ېٔ وې په دې طمعَ ېٔ دَ وخته زکوٰة ورکړو۔ دا زکوٰة ېٔ نه کيږې که مال ورته راغلو کال پرې تير شو نو بيا به زکوٰة ورکوې۔
نمبر۲۳۔ مالدار سړې دَ ډيرو کالو زکوٰة پيشګی ورکړې هم جائز دې خو که کوم کښې ېٔ مال دَ مخکښې نه زيات شو۔ نو دَ هغې زياتی حصه زکوٰة به نور هم ورکوې۔
نمبر۲۴۔ که دَ چاسره دَ ضرورت نه زياتی سل (۱۰۰) روپیٔ وې او دَ سلو روپو نورو راتلو طمعَ وه ۔ اوهغه دَ پوره دوه ؤ سؤو (۲۰۰) زکوٰة دَ کال پوره کيدو نه مخکښې ورکړو۔ دا هم صحيح دې خو که دَ کال پوره کيدو نه مخکښې ورسره مال دَ نصاب نه کم شو نو زکوٰة ېٔ معاف دې۔ او دا ورکړی روپیٔ به ېٔ په خيرات کښې حسابيږې۔
نمبر۲۵۔ دَ چا په مال باندې کال پُوره شو۔ خو زکوٰة ېٔ لا ورکړې نه دې چې مال ېٔ ټول تباه شو۔ نو زکوٰة ېٔ معاف شو۔ او که خپله ېٔ خپل ټول مال چاته وُبخښلو يا ېٔ خپله تباه برباد کړو نو چې څومره زکوٰة پرې فرض شوې وو۔ هغه نه معاف کيږې۔ ورکول ېٔ واجب دې۔
نمبر۲۶۔ که دَ کال پوره کيدو نه پس چا خپل ټول مال خيرات کړو، نو زکوٰة ېٔ معاف دې۔
نمبر۲۷۔ که دَ چا سره دوه سوه(۲۰۰) روپیٔ وې۔ دَ کال پوره کيدو نه پس تری نه سل (۱۰۰) روپیٔ چا پټی کړې۔ يا ېٔ سل(۱۰۰) روپیٔ خيرات کړې اوس به دَ سلو روپو زکوٰة ورکوې۔ دَ هغې سلو ورته معاف دې او که خپله ېٔ خرڅ کړې يا ېٔ چاته وبخښلی يا ېٔ خپله برباد کړې نو دَ پوره دوه سؤ (۲۰۰) زکوٰة به ورکوې۔
دَ زکوٰة وَرکَؤلو طريقه
نمبر۱۔ چې په مال باندې کال پوره شې نو څومره چې زر کيدې شې زکوٰة ورکول پکار دې۔ په ښهٔ کار کښې تاخير ښهٔ نه دی۔ هسی نه وې،ناڅاپه مړ شې او قرض ېٔ په ذمه پاتې شې۔ که کال پوره کيدو نه پس ېٔ زکوٰة ورکړې نه وو چې بل کال هم پوره شو۔ نو ګنهګار دې اوس دې هُم توبه وُباسې او دَ دواړو کالو زکوٰة دې ورکړې۔
نمبر۲۔ څومره مال چې وې دَ هغې څلويښتمه حصه په زکوٰة کښې ورکول فرض دې۔ يعنې سلو روپو کښې دوه نيمی روپیٔ۔ او په څلويښتو کښې يوه۔
نمبر۳۔ کله چې دَ زکوٰة رقم چا غريب ته ورکوی۔ په هغه وخت کښې دا خيال ضرور پکار دی چې زهٔ زکوٰة ورکوم۔ که دا نيت ېٔ نه وې کړې هم دغه شان ېٔ ورکړې نو زکوٰة ېٔ وُنه شو۔ دوباره به ېٔ ورکوې چې څومره ېٔ ورکړی وې، دا ېٔ خيرات شو۔
نمبر۴۔ که غريب ته دَ زکوٰة ورکولو په وخت کښې ېٔ نيت نه وو کړې۔ چې څو پورې هغه سره مال وو۔ نيت کول ېٔ صحيح دې اوس نيت کولو باندې به ېٔ هم زکوٰة وُشې۔ او که هغې غريب لګولی وو۔ بيا دَ نيت څه اعتبار نشته دوباره به ېٔ ورکوې۔
نمبر۵۔ چا دَ زکوٰة په نيت څه رقم جدا کړې وو۔ چې غريبانانو ته به ېٔ ورکوم بيا ېٔ د ورکولو په وخت کښې دَ زکوٰة نيت وُنه کړو۔ هم زکوٰة ېٔ وُشو که دَ زکوٰة په نيت ېٔ جدا کړې نه وې نو نه کيدو۔
نمبر۶۔ چا دَ زکوٰة دَ پاره روپیٔ جدا کړې نو هغه ته اختيار دې چې يَو فقير ته ټول ورکَوې او که لږ لږ ې پهٔ ګنړو تقسيموې په يَوه ورځ ېٔ ورکوې او که په ډيره مُده کښې ېٔ ورکوې۔
نمبر۷۔ ښه داده چې يَو غريب ته کم نه کم دومره شیٔ ورکړې شې چې دَ هغهٔ دَ يوې ورځې دَ خرڅ دَ پاره پوره وې۔ چې دَ بل چانه دَ غوښتو حاجت ېٔ پاتې نه شې۔
نمبر۸۔ يَو فقير ته په يَو ځل دومره مال ورکول څومره باندې چې زکوٰة فرض کيږې مکروه دې۔ خو که چا ورکړو نو زکوٰة به ېٔ وُشې۔ ددې نه کم کښې څه حرج نشته۔
نمبر۹۔ څوک قرض غوښتو ته راغلو۔ ا ودا معلومه وه چې هغه تنګ و مفلس دې ادا کولی نه شې۔ يا داسې دې چې قرض واخلی بيا ېٔ نه ورکوې۔ داسې سړی ته دَ قرض په نُوم دَ زکوٰة روپیٔ ورکول چې دَ زکوٰة نيت ورکښې وُکړې جائز دې اګر چې هغهٔ په خپل زړهٔ کښې دا خيال کوې چې ماته ېٔ قرض راکړی دې۔
نمبر۱۰۔ که چاته ېٔ بخشش په نوم څة ورکړو او نيت ېٔ ورکښې دَ زکوٰة وکړو زکوٰة ېٔ وُشو۔
نمبر۱۱۔ په چا غريب باندې ستا لس روپیٔ قرض وو۔ او ستا دَ مال زکوٰة هُم لس روپیٔ وو۔ هغه ته دغه قرض دَ زکوٰة په نيت معاف کول صحيح نه دې۔ زکوٰة ېٔ نه ادا کيږې۔ البته هغهٔ ته لس روپیٔ دَ زکوٰة په نيت ورکړهٔ۔ بيا ېٔ ترې قرضه کښې وصول کړه۔
نمبر۱۲۔ که دَ چا سره دومره سپين زَر وې يا دَ سپينو کالی وې۔ چې درې تولی سپين دَ هغې په زکوٰة کښې راځې۔ او په بازار کښې درې تولی سپين په دوه روپیٔ خرڅيږې۔ نو په زکوٰة کښې دوه روپیٔ ورکول جائز نه دې۔ ځکه چې دَ دوه ؤ روپو وزن درې تولی نه دې۔ (روپیٔ په سپينو حسابيږې) او دَ زَرو په زکوٰة کښې چې زَر ورکولی شې نو اعتبار دَ وزن دې د قيمت نه دې۔ البته که دَ دوؤ روپو سره زَر واخلې زکوٰة کښې ورکړې يا د َدوؤ روپو نه انی پيسی جوړی کړې۔ يا پرې کپړه واخلی هغه ورکړې۔ نو بيا به صحيح شې يا ور باندې درې تولی سپين زر واخلی هغه زکوٰة کښې ورکړې، نو زکوٰة به ېٔ وُشې۔
نمبر۱۳۔ که د زکوٰة رقم پخپله ورنهٔ کړې۔ بل چاته ېٔ حواله کړې چې ځما د طرف نه ېٔ په زکوٰة کښې ورکړه۔ نو هم جائز دې۔ دغه سړے که اوس دَ ورکړی په وخت کښې دَ زکوٰة نيت اونه کړې هُم زکوٰة به ېٔ وُشې۔
نمبر۱۴۔ که چا يو سړې ته دوه روپیٔ ورکړی چې ځما دَ طرف نه ېٔ چا غريب ته په زکوٰة کښې ورکړه خو هغه هم هغه دوه روپیٔ فقير ت ورنهٔ کړې بلکه دَ خپل ځان نه ېٔ دوه روپیٔ فقير ت هورکړې۔ چې هغه روپیٔ به زه واخلم۔ هم زکوٰة ېٔ وُشو۔ په دې شرط چې هغهٔ ورکړې شوې روپیٔ دَ دهٔ سره موجودې وې۔ چې دَ خپلو روپو بدله کښې ېٔ واخلې۔ او که هغه ورکړې شوې روپیٔ ېٔ ددې نه وړومبی خرچ کړې وې۔ او بيا ېٔ فقير ته دَ ځان نه روپیٔ ورکړی نو زکوٰة ادا نه شو۔ يا هغه ورکړې شوې روپیٔ دَ هغه سَرَه پرتی خو وې ليکن دَ خپلو روپو ورکوَلو په وخت کښې ېٔ دا نيت نه وو چې زهٔ به هغه روپیٔ په بدل کښې اَخلم بيا ېٔ هم زکوُٰة نه کيږې۔ دوباره به هغهٔ روپیٔ ورکَوې۔
نمبر۱۵۔ که چاته روپیٔ ورکړی نه وې خو يو کس ته دې وُوې چې ځما دَ طرف نه دومره روپیٔ به زکوٰة کښې ورکړهٔ او هغه ورکړی۔ نو زکوٰة ادا شو۔ اوس به هغه سړے ستا نه خپل رقم وصول کړې۔
نمبر۱۶۔ او که تا چاته وئیلی هم نه وو۔ او يو سړی ستا دَ طرف نه دَ زکوٰة په نيت څهٔ روپیٔ ورکړی۔ اوس که تا اجازت هم ورکړو۔ دا زکوٰة نه کيږې۔ او دَ هغه دَ دغې روپو وصولَولو حق په تا نشته۔
نمبر۱۷۔ تا يَو سړې ته دَ خپل طرف مپ دَ زکوٰة ادا کولو دَ پاره دوه روپیٔ ورکړی۔ چې دا چا غريبانانو ته ورکړه۔ هغهٔ ته اختيار دې چې خپله ېٔ چا غريب ته ورکَوې او که بل چاته ېٔ ورکوې چې هغه ېٔ چا غريب ته په زکوٰة کښې ورکړې۔ دا څرګندَول هم ضرورې نه دې چې دَ فلانکې دَ طرف نه په زکوٰة کښې ورکړه۔ او هغه سړے که دا روپیٔ خپل يَو غريب رشته دار ته يا خپل غريب مور پلار ته هم ورکړې نو صحيح ده۔ البته که هغه خپله غريب وې نو خپله ورته اخستل صحيح نه دې۔ او که تا ورته وئیلی وې چې څنګه دې خوښه وه او چاته دې خوښه وې، ورکړه۔ نو خپله ورته اخستل هم جائز دې۔
دَ پيدَاوار زکوٰة
نمبر۱۔ يو ښهر چې دَ کافرانو په قبضه کښې وو۔ همدغه خلق هلته وُسيدل۔ بيا مُسلمانانو ورباندې حمله وُکړه۔ او په جنګ ېٔ هغه قبضه کړو۔ دين اِسلام ېٔ خور کړو۔ او مُسلمان بادشاه دَ هغه ښهر ټوله مزکه دَ کفارو نه واخسته۔ په مسلمانانو ېٔ تقسيم کړه۔ داسې مزکی ته په شريعت کښې (عُشری) وئیلی شې۔ او که ددې ښهر وسيدونکې ټول په خپله خوښه مسلمانان شو۔ دَ جنګ ضرورت پيښ نه شو۔ بيا هم دَدې ښهر ټولی مزکی ته عشری وئیلی شې۔ دَ عربو دَ وطن ټوله مزکه عُشری ده۔
نمبر۲۔ که چا سره دَ پلار نيکهٔ راسی دَغَسی مزکه راځې۔ يا ېٔ دَ چا داسی مسلمان نه اخستې وې۔ چې دَ هغه سره دَ پلار نيکهٔ راسی عشری راځې۔ په داسی مزکه کښې چې څه پيداوار وُشې۔ په هغې کښې زکوٰة فرض دې۔او دَ هغې طريقه داده چې دا پټی دَ باران په اوبو يا دَ خوړ يا درياب په اوبو باندې اوبهٔ کيږې۔ او په اوبهٔ کولو کښې ېٔ څه محنت خواریٔ ته ضرورت نه وې، په داسی مزکه کښې چې څهٔ پيداوار وُشې دَ هغې لسمه حصه په زکوٰة کښې ورکول فرض دې۔ په لسو منو کښې يو من او په لسو سيرو کښې يو سير ۔او که دا پټې په ارټ يا په ډينګریٔ يا دَ تالاب نه په (پَر) چلولو باندې اوبه کيږې۔ نو دَ پيداوار شلمه حصه به زکوٰة کښې ورکولی شې۔ په شلو منو کښې يو من او په شلو سيرو کښې يو سير ۔ دغه حکم دَ باغ دَ ميوی هم دې۔ په داسې مزکه کښې چې څه پيداوار وُشې۔ لږ وې او که ډير وې په دې کښې څه فرق نشته۔
نمبر۳۔ غله، ساګ ،ترکاری، او ميوه هر څه چې په مزکه کښې پيدا شو دغه حکم ېٔ دې۔
نمبر۴۔ دَ عُشری مزکی يا غرهٔ يا ځنګل نه که ګبين حاصل شې په هغې کښې هم لسمه حصه زکوٰة فرض دې۔
نمبر۵۔ چا په کور کښې وُنی لګَولی وې۔ يا ېٔ څهٔ ترکارې يا بل څه کرلې وو، په هغې کښې زکوٰة نشته۔
نمبر۶۔ که عشری مزکه چا کافر واخسته ۔ نو هغه عشری پاتی نشوه بيا که ېٔ دَ هغهٔ نه مسلمان واخلې يا په بل څه طريقه مسلمان ته ورسې بيا به هم عشرې نه وې۔
نمبر۷۔ دا لسمه(۱۰) يا شلمه حصه ورکول دَ چا په ذمه دې؟ دَ زمکی په مالک باندې ، که دَ پيداوار ه خاوند باندې؟ په دې کښې دې عالمانو ډير اختلاف دی۔ ليکن دَ اسانیٔ دَ پاره دا وئیلی شې۔ که مزکه په اجاره باندې وه۔ په نغدو وې او که په غله وې نو زکوٰة ېٔ دَ اجاره دار په ذمه دې۔ او که مزکه په برخه باندې وه۔ نو زميدار او دَ مزکی مالک به دَ خپلی خپلی حصی زکوٰه ورکوی۔
زکوٰة وَرکَؤل چاته جائز دِی
نمبر۱۔ دَ چا سَره چې دوه پنځوس نيمی(۲\۱۔۵۲) تولی سپين زر يا اوهٔ نيمی تولی سره زر يا دَ دومره قيمت دَ تجارت مال وو۔ هغهٔ ته په شريعت کښې مالدار وئیلی شې۔ داسی سړې ته دَ زکوٰة رقم ورکول صحيح نهٔ دې۔ او هغهٔ ته دَ زکوٰة مال خوړل حلال نهٔ دې۔ او که چا سره دَ دومره قيمت مال وو۔ اګر چې دَ سوداګریٔ نه وو خو دَ هغه دَ ضرورت نه زياتی وو ۔هغهٔ هم مالدار دې داسې سړې ته هُم زکوٰة ورکول جائز نهٔ دې۔ اګر چې په هغه خپله فرض نهٔ دی۔
نمبر۲۔ دَ چا چې دومره مال نهٔ وې۔ ددې نه لږ وې ورسره يا هيڅ هم نه وې۔ دَ يوې ورځې دَ ګُذاری هم نه وې ۔ هغهٔ ته غريؔب وئیلی شې۔ داسی سړې ته زکوٰة ورکول صحيح دې۔ او هغویٔ ته اخستل جائز دې۔
نمبر۳۔ لوئی لوئی ديګونه ، فرشونه، خيمی وغيره داسی سامان چې دَ روزانه ضرورت نه وې۔ په کالونو کښې چرته وادهٔ ښادیٔ کښې پکاريږې په ضرورې سامان کښې شامل نه دې۔
نمبر۴۔ دَ استوګنی کور، دَ اغوستو جامی، دَ کور لوښې کودې۔ دَ کار دَ پاره نوکر مزدور، دا ټول دَ ضرورت څيزونه دې۔ دا که دَ هر څومره قيمت وې۔ په دې مالدار نشې ګنړلی۔ که نور نقد مال يا دَ تجارت سامان يا دَ ضرورت نه زياتې سامان ورسره نه وې۔ نو دَ زکوٰة مال اخستل ورته جائز دې۔ همدَغه شان دَ لوستونکې سړې دَ پاره دَ اِستعمال کتابوُنه هم ضرورت سامان دې۔
نمبر۵۔ که دَ چا دوه څلورو کورُونه دې۔ په کرايه ېٔ وَرکَوې۔ او دَ هغې په امدن خپله ګُذاره کوې۔ يا ېٔ څهٔ جائداد وې چې امدن ترې راځې ۔ ليکن بال بچ او دَ کور دَ خوراک څښاک خرڅ ېٔ دومره زيات وې چې ګُذاره ېٔ پرې نه کيږې۔ او تنګدسته وې۔ او دومره مال وَرسره نه وې۔ چې زکوٰة پرې فرض شې۔ داسې سړې ته هم زکوٰة ورکول جائز دې۔
نمبر۶۔ که دَ چا سَره يو زر روپیٔ نقدی وې۔ خو دَ دغه هومره يا دَ دې نه زيات رقم قرضداری وې۔ هغه ته هم زکوٰة ورکول جائز دې۔ او که قرض ورباندې دَ زرو روپو نه کم وې۔ نو کتی به شې چې دَ قرض ادا کولو نه پس ورسره څومره روپیٔ پاتې کيږې۔ که دومره پاتی کيږې چې زکوٰة پرې فرض کيدې شې۔ نو دَ زکوٰة رقم ورکول جائز نه دې او که کمې پاتې کيږې نو جائز دې۔
نمبر۷۔ يو سړے په خپل کور ډير مالدار وو خو په سفر کښې ورسره خرڅ ختم شو۔ غلا ېٔ وُشوه يا په بل څهٔ وجه اوس کورته دَرسيدو دَ پاره ورسره خرڅ نشته۔ داسې سړې ته هم زکوٰة ورکول جائز دې۔ دغه شان که حاجې ته لار کښې خرڅ ختم شو نو که کور کښې ورسره ډير مال وې۔ هم په دې وخت کښې زکوٰة ورکول جائز دې۔
نمبر۸۔ دَ زکوٰة پيسی چا کافر ته ورکول جائز نه دې۔ مسلمان ته به ېٔ ورکوې۔ دَ زکؔوٰة، عُشر،صدؔقهٔ فطر او نذر نه علاوه نور خير خيرات کافر ته هم ورکول جائز دې۔
نمبر۹۔ دَ زکوٰة په پيسو جماعت جوړَول۔ يا دَ لاوارثه مړې ګور کفن کول يا دَ مړې قرضه خلاصوُل يا بل څه نيک کار کښې لګَول جائز نه دې۔ څو پورې چې چا غريب ته ورکړې شوې نه وې۔ زکوٰة نه ادا کيږې۔
نمبر۱۰۔ دَ خپل زکوٰة پيسی مور،پلار، نيا نيکهٔ (دَ پلار دَ طرف نه وې که دَ مور دَ طرف) مشره نيا يا نيکهٔ ، دَ چا نه چې پيدا شوې وې۔ او خپل اولاد يا دَ اولاد اولاد ت هورکول جائز نه دې همدغه شان خاوند خپلی ښځې ته او ښځه خپل خاوند ته زکوٰة نه شې ورکولی۔
نمبر۱۱۔ دَ دغه خپلوانو نه علاوه،نورو ټولو خپلوانو ته زکوٰة ورکولی شې ،ورور، خور،ورارهٔ،وريره،خوريیٔ،خورزه، ترهٔ، ترور، ماما، ميره مور،پلندر،سخر،خواښی،يا دَ دویٔ نه علاوه نور داسی خپلوان، دې ټولو ته زکوٰة ورکول جائز دې۔
نمبر۱۲۔ دَ نابالغ هلک يا جينیٔ پلار که مالدار وې نو هغوېیٔ ته هم زکوٰة ورکول جائز نه دې۔ او که هلک يا جينیٔ بالغ وو او خپله مالدار نه وو نو که مور پلار ېٔ مالدار وې هم هغویٔ ته زکوٰة ورکول جائز دې۔
نمبر۱۳۔ که دَ وړوکی پلار مالدار نه وې۔ خو مور ېٔ مالداره وه هغهٔ ته هم زکوٰة ورکول جائز دې۔
نمبر۱۴۔ سؔيدانو ته چې دَ حضرت فاطمیؓ اولاد دې او عؔلويانو ته چې دَ حضرت عؔلیؓ صاحب دَ نورو ښځو اولاد دې، هم دَغَسی دَ حضرت جعفرؓ،حضرت عُقيلؓ،حضرت عَبَاسؓ، حضرت حارِث بن عبدلمطلب اولاد ته زکوٰة ورکول جائز نه دې۔ ددې نه علاوه نور نفلی خيراتونه وکول جائز دې۔
نمبر۱۵۔ دَ کور نوکر، خادم،دائی، او خدمتګاری ته زکوٰة ورکول جائز دې خو په تنخواه کښې به ېٔ ورته نه حسابَوې۔ دَ تنخواه نه علاوه په پخشش و انعام کښې ېٔ ورکولی شې۔ چې دَ زکوٰة نيت ورکښې وُکړې۔
نمبر۱۶۔ کوم وړوکی ته چې ېٔ پَیٔ ورکړې وې۔ يا دَ کومې ښځې پَیٔ چې ېٔ وړوکولی کښې څښلی وې۔ يعنی رضاعې مور، يا رضاعی اولاد ته زکوٰة ورکول جائز دې۔
نمبر۱۷۔ دَ يَوی ښځې مَهَر زر(۱۰۰۰) روپیٔ دې۔ خو خاوند ېٔ غريب دې۔ دَ ورکولو طاقت ېٔ نشته۔ هغې ته هم زکوٰة ورکولی شې۔ که خاوند ېٔ مالدار وؤ خو چې دې ته دَ مهر رقم نه ورکوې۔ يا دې ورته بخښلی وې بيا هم ورته زکوٰة ورکول جائز دې۔ او که خاوند ېٔ مالدار وې۔ مَهَر ېٔ ورکړې نه وې خو دا اُميد کيدې شې چې که کله ېٔ دا وغواړی نو وربهٔ ېٔ کړې۔ داسې ښځې ته زکوٰة ورکول جائز نه دې۔
نمبر۱۸۔ که يو سړے چاته غريب معلوم شو زکوٰة ېٔ ورکړو۔ بيا معلومه شوه چې هغه خو مالدار دې يا سيّد دې۔ يا ېٔ په تيارهٔ کښې چاته ورکړو۔ بيا معلومه شوه چې هغه ېٔ مور يا پلار يا اولاد يا بل داسې رشته دار وو چې زکوٰة پرې نه کيږې۔ په دې ټولو شکلُونو کښې ېٔ زکوٰة ادا شو۔ دَ دُوباره ورکولو ضرورت نشته۔ خو اخستوُنکې ته که دا معلومه شوه چې دا دَ زکوٰة پيسی دې او زه د زکوٰة حقدار نه يم۔ نو هغه ته ېٔ اخستل جائز نهٔ دې۔ واپس دې ېٔ ورکړې۔ او که دَ ورکړې نه پس معلومه شوه چې هغه سړے کافر وو۔ نو زکوٰة ېٔ ونه شو۔ دوباره به ېٔ ورکوې۔
نمبر۱۹۔که دَ چا متعلّق شک وې چې غريب دې که مالدار دې ۔ هغهٔ ته زکوٰة ورکول ښهٔ نه دې۔ څو پورې چې تحقيق سره معلومه شوې نه وې۔ چې دې غريب دې۔ او که بی تحقيقه ېٔ ورکړې وو۔ نو بيا دې سوچ وُکړې۔ که زړهٔ ېٔ ګواهی ورکوله چې غريب به وې۔ نو زکوٰة ېٔ وُشو او که دا ګواهی ېٔ ورکوله چې مالدار به وې نو زکوٰة دې دوباره ورکړې۔ البته که دَ ورکولو نه پس ورته دا معلومه شوه چې غريب دې۔ نو زکوٰة ېٔ وُشو دَ دوباره ورکولو ضرورت نشته۔
نمبر۲۰۔ په زکوٰة ورکولو کښې او په نورو خيراتونو کښې اول دَ خپلو حاجتمندو رشته دارو خيال ساتل ضرورې دې۔ ليکن هغویٔ ته دا وينا نه ده پکار چې دا خيرات يا زکوٰة دې۔ چې بد وُنهٔ ګنړې۔ حديث شريف کښې راځې چې خپلوانو ته خيرات ورکولو کښې دوچند ثواب دې۔ يَو دَ خيرات بل دَ خپلوانو سره دَ اِحسان چې دَ خپلوانو نه زيات وې، نو نورو حقدارو ته ورکول پکار دې۔
نمبر۲۱۔ زکوٰة دَ يَو کلی نه بل کلی ته استول مکروه دې۔ البته که په بل کلی کښې ېٔ خپلوان وې۔ يا دَ هغې کلی خلق زيات محتاج وې يا هغه دَ دِين په خدمت کښې مشغول وې۔ نو بيا ورته استول مکروه نه دې۔ ځکه چې دَ دين طالبانو او دَ دين خدمت کوونکو ته ورکول زيات ثواب لرې۔
دَ څاروو زکوٰة
نمبر۱۔ کال پُوره کيدل په ټولو کښې شرط دې۔
نمبر۲۔ په کومو څاروو کښې چې زکوٰة فرض دی۔ په هغې کښې يو قسم ته ”سائِمه“ وائی۔ سائِمه هغه څاروې دې چې دا شرطونه ورکښې موندلی شې۔ ”ا“ دَ کال په اکثره حصه کښې په خپل څر باندې ځان مړَوې۔ په اخور کښې ورته ګياه نه شې ورکولی۔ که نيم کال په خپله څری او نيم کال په اَخور تړلی وې۔ نو هغه”سائِمه“ ه دې۔ همدغه شان که واښهٔ ورته کورته راوړی شې۔ نو دا واښهٔ په قيمت وې او که بی قيمته، دا څاروی هم ”سائِمه“ نه دې۔ ”۲“ دَ شودو په غرض يا نسل زياتيدو دَ پاره يا دَ څربَولو او تکړه کولو دَ پاره ساتلی شوې وې نو هغه”سائِمه“ نهٔ دې۔
دَ سَائِمه څارؤو زکوٰة
نمبر۱۔ په سائمه څاروو کښې دا شرط دې چې اُوښ اوښه،غوا غوېٔ،ميښه سنډا، بزه پيسهٔ يا ګډ دِوې۔ په ځنګلی ځناورو لکه هوسیٔ وغيره کښې زکوٰة نشته۔ البته که دَ تجارت په نيت اخستی شوې وې نو په هغویٔ باندې به دَ مال تجارت په حساب زکوٰة راځې۔ کوم ځناور چې د کورنی او ځنګلی دواړو نه پيدا وې ۔نو که دَ هغو مور کورنیٔ وې نو هغه به کورنیٔ ګنړلی شې۔ او که مور ېٔ ځنګلی ۔ مثلاً د بيزے او هوسیٔ نه يؤ بچے پيدا شې نو هغه به دَ بيزی په حکم کښې وې۔ او که دَ نيل ګاؤ او غوانه پيدا شې نو هغه به دَ غوا په حکم کښې وې۔
نمبر۲۔ کوم څاروې چې”سائِمه“ وې او دَ کال په مينځ کښې دَ تجارت په خيال خرڅ شې۔ نو په دغه کال به دَ هغې زکوٰة نه شې ورکولی او دَ کوم وخت نه چې ېٔ دَ هغې دَ تجارت نيت کړې دی۔ دَ هغه وخت نه به دَ هغې کال شروع کيږې۔
نمبر۳۔ دَ څاروو په بچو کښې که يَوازی وې زکوٰة فرض نه دې۔ البته که څه ورسره غټ څاروې وې۔ نو بيا په ټولو کښې زکوٰة فرض دې ۔او په زکوٰة کښې به غټ څاروی ورکولی شې۔ او دَ کال پُوره کيدو نه پس که هغه غټ څاروې مړهٔ شو۔ صرف بچې پاتې شو۔ نو زکوٰة به ېٔ ساقط شې۔
نمبر۴۔ دَ وقف په څاروو کښې زکوٰة نشته۔
نمبر۵۔ اَسُونه که ”سائِمه“ وې۔ او اَسُونه اسپی ورکښې ګډے وَډے وې نو په هغو زکوٰة شته۔ دَ يؤ اَس په سريؤ دينار يا پاؤ کم دری روپیٔ يا به دَ ټولو قيمت وُلګَولی شې۔ دَ هغې څلويښتمه۔
نمبر۶۔ خرهٔ او قچر که دَ تجارت دَ پاره نهٔ وې۔ نو زکوٰة ورکښې نِشته۔
دَ اُوښَانو زکوٰة
اُوښان که دَ پنځو نه کم وې نو زکوٰة پکښې نشته۔ دَ پنځو اُوښانو په زکوٰة کښې به يَوَه پيزه ورکوې۔ په لسو کښې دوه۔ په پنځلس کښې درې او په شلو کښې څلور بيزے په زکوٰة کښې وکوې۔ بيزه وې که پيسهٔ خو چې دَ يو کال نه کم نه وې۔ دَ هر پنځو په سَر يَوَه بيزه ده۔ په کم کښې څه نشته۔ مثلاً څوارلسو کښې به دوه بيزے وې۔ خو چې پنځلس شې نو درے به شې۔ په پنځويشت اوښانو کښې به يوه اُوښه وکوې چې دَ يَو کال پوره وې او دویئم کال ېٔ شروع شوې وې۔ بيا پنځه ديرشو پورې هم دغه يوه اُوښه ده۔ چې شپږ ديرش شې نو داسی اُوښه به وکوې چې دَ دوه ؤ کالو پوره وې۔ دريئم ېٔ شروع وې ۔ تر پِنځو څلويښتو به دغه ورکوې۔ چې شپږ څلويښت شې نو داسے اُوښه به ورکوې۔ چې دَ درې کالو پوره وې، څلورم ېٔ شروع وې تر شپيتو پورې به دغه ورکوې۔ چې يَو شپيتهٔ شې نو داسې اُوښه به ورکوې چې دَ څلورو کالو پوره وې پنځم ېٔ شروع وې۔ تر پنځه اوياؤ به هم دغه ورکوې۔ چې شپږ اويا شې نو بيا به دوه داسے اوښې ورکوې چې دريم کال ېٔ شروع شوې وې۔ تر څلورنيمو شلو به دَغَسی ورکوې چې يَو ورپاسه شې نو بيا به داسې دوه اُوښې ورکوې چې څلورم کال ېٔ شروع شوې وې ۔ تر شپږ شلو به هُم دغه ورکوې۔ چې دَ شپږشلو نه زيات شې۔ نو بيا به نصاب دَ سَره شروع کيږې۔ تر څلورو په زياتې څه نشته۔ چې پنځه دَ پاسه شپږ شله شې نو دوه داسې اُوښې چې څلورم کال ېٔ وې اؤ يوه بيزه به ورکوې۔ دَغَسې به په هر پنځو يوه بيزه زياتيږې۔ چې تر پنځه دَ پاسه اوه شلو اورسی نو دوه به داسې اُوښې ورکوې چې څلورم کال ېٔ وې او يوه داسې چې دريئم کال ېٔ شروع وې۔ چې پوره یَو نيم سل شې نو بيا به درې اُوښې ورکوې دَ څلورم کال چې ددې نه زيات شې ۔ نو بيا به نصاب دَسره شروع کيږې۔ هر پنځو اوښانو باندې به يوه بيزه زياتيږې تر پنځه وِيشتو۔ چې يوسل او پنځو اويا شې نو درې دَ څلورم کال اُوښې او يو دَ دويئم کال به ورکوې۔ تر پنځه ديرشو پورې چې يو سل او شپږ اتيا شې نو درې دَ څلورم کال او يوه دَ دريئم اوښه به ورکوې۔ او چې څلور کم دوه سوه شې ، نو څلور اُوښې به ورکوې۔ چې دَ درې کالو پوره وې څلورم کال ېٔ شروع وې۔ تر دوه ؤ سوو پورې۔ چې دَ دوه ؤ سوو نه زيات شې۔ نو بيا به نصاب سره شروع کيږې۔ لکه دَ يو نيم سل نه پس چې شروع شوې وو۔ او همیشه به هم دَغَسی وې څومره چې زياتيږې۔
نمبر۲۔ دَ اُوښانو په زکوٰة کښې ښځه اوښه ورکولی شې۔ البته دَ نر اوښ قيمت که دَ ښځی سره برابر وو، نو بيا نرهُم ورکول جائز دې۔
دَ غواؤ اَو ميښو نصاب
غوا او ميښه دَ يو قِسم نه دې۔ نصاب ېٔ هم يَو دې۔ که دَ دواړو په يَو ځاېٔ کؤلو نصاب پُوره کيږې۔ نو يَو ځاېٔ کولی به شې۔ مثلاً شل غوا وې او لس ميښی نو ځان ته دَ يَو نصاب هم پُوره نه دې۔ خو چې يَو ځاېٔ شې۔ نو ديرش نصاب پرې پُوره کيږې۔ خو په زکوٰة کښې به هغه شی ورکولی شې کوم چې تعداد کښې زيات وې۔ او که تعداد کښې برابر وې۔ نو په اعلیٰ قسم کښې چې کوم څاروی دَ کم قيمت وې۔ يا په لاندې قسم کښې چې کوم څاروی دَ زيات قيمت وې۔ نو که په زکوٰة کښې میښه ورکوې نو په هغو ميښو کښې چې کوم دَ کم قيمت وې هغه به ورکوې۔ او که غوا ورکوې نو په غواؤ کښې چې کوم دَ ټولو نه زيات قيمت لرې هغه به ورکوې۔ دَ ديرشو نه کم کښې زکوٰة نشته۔ چې ديرش پوره شې نو يو بچی دَ غوا يا ميښی چې پوُره دَ يَو کال وې دَ دوئم ېٔ شروع وې هغه به وکولی شې۔ تر وې که ښځه۔ تر څلويښتو همدغه بچی دی۔ چې څلويښت پُوره شې نو پُوره دَ دوَؤ کالو بچی به ورکوې۔ چې شپيته شې نو دَ يو يو کال دوه بچی به ورکوې۔ بيا چې دَ شپيتو نه زيات شې نو په هر ديرشو د َيو کال بچی دې او په هر څلويښتو دَ دوَؤ کال بچی دې۔ مثلاً په اوياؤ به يو دَ يَو کال بچی او يا دَ دوه ؤ کال ورکړې۔ او په اتياؤ به دوه بچی دَ دوه ؤ کالو ورکوې۔ او په څلور نيمو شلو کښې به دَ يَو يَو کال درې بچی ورکوې۔ ځکه چې درې ديرشه ورکښې پوره کيږې۔ او په سلو کښې به دوه بچی دَ يَو يَو کال او يؤ بچی دَ دوَؤ کالو ورکوې۔ کوم ځاېٔ چې دَ دواړو نصابونه مختلفه نتيجه راؤوځی۔ هلته اختيار دې۔ چې کوم ېٔ خوښ وې۔ لکه په شپږو شلو کښې څلور نصابه دَ ديرشو جوړيږې۔ او درې نصابه دَ څلويښتو ۔ نو هغهٔ ته اختيار دې چې درې بچی دوَؤ دوَؤ کالو ورکوې او که څلور بچی دَ يَو يَو کال۔
دَ ګډو بيزو نصاب
دَ زکوٰة په باره کښې ګډه او بيزه يو شیٔ دی۔ ګډه لمه وره وې او که بی لمه۔ که دَ دواړو نصاب جُدا جُدا پوره وې هم به ېٔ زکوٰة يو ځاېٔ ورکولی شې۔ او که ځان ځان ته پوره نه وې۔ دَ دواړو په يو ځاېٔ پوره کيږې هم چې دَ کوم تعداد زيات وې په زکوٰة کښې به هغه ورکوې۔ او که دواړه برابر وې نو اختيار دې ورته دَ څلويښتو نه کمو ګډو بيزو کښې زکوٰة نشته۔ چې څلويښت پوره شې نو يوه ګډه يا بيزه به ورکوې۔ تر شپږو شلو دغه يوه کافې ده زياتې پرې څه نشته۔چې يَو دَ پاسه شپږ شله شې۔ نو بيا به دوه بيزے يا ګډے ورکوې۔ تر دوه ؤ سوو پوری۔چے دَ يو دَ پاسه دوه سوه شې نو بيا به درې بيزے يا ګډے ورکوې۔ تر څلورو سوؤ بيا زياتې څهٔ نشته۔ چې څلور سوه شې نو څلور بيزے يا ګډے به ورکوې چې دَ څلورو سوؤ نه زياتی شې۔ نو دَ هر سَلو په سَر به يوه بيزه يا ګډه زياتيږې۔ دَ سلو نه کمو باندې هيڅ نشته۔ دَ ګډو بيزو په زکوٰة کښې دَ نَر او ښځې څهٔ فرق نشته۔ خو دَ يَو کال نه کم بچی چې نه وې۔
مُتَفَرِّقے مَسٔلے
نمبر۱۔ که يو سړې حرام مال دَ حلال سره ګډ کړو نو دَ ټول مال زکوٰة به ورکوې۔
نمبر۲۔ که يو سړې دَ زکوٰة واجب کيدو نه پس مړ شو۔ نو دَ هغه دَ مال نه به زکوٰة نه شې اَخستې۔ البته که هغه وصيّت کړې وې۔ چې ځما دَ مال نه زکوٰة ورکړیٔ نو بيا به ېٔ دَ مال دريئمی حصی نه زکوٰة ورکولې شې۔ که چری د َهغه دَمال درئمه حصه باندې ټول زکوٰة نه ادا کيږې۔ او وارثان ېٔ په خپله خوښه ورکوې۔ نو څومره چې هغویٔ په خوښه ورکوې۔ هغه هومره به اَخستې شې۔ زياتې نه۔
نمبر۳۔ که دَ کال پوره کيدو نه پس قرض خواه خپل قرض معاف کړې مقروض ته نو قرض خواه به دَ هغهٔ دَ يَو کال زکوٰة نه ورکوې۔ البته که مقروض مالداروو۔ نو دا قرض معاف کو داسې دې۔ لکه خپل مال خپله هلاکَول۔ په دې وجه به دَ دَغه مال زکوٰة قرض خواه ورکوې۔ ځکه چې دَ زکوٰة مال هلاکولو باندې زکوٰة نهٔ معاف کيږې۔
نمبر۴۔ دَ فرض او واجب صدقاتو نه علاوه صدقه ورکول هغه وخت مستحب دې چې مال دَ خپل ضرورت او دَ خپل اَهل و عيال دَ ضرورت نه زيات وې۔ کنې مکروه دی۔ هُم دغه شان خپل ټول مال صدقه کؤل هم مکروه دې۔ البته که دَ هغهٔ په خپل نفس باندې يقين وې۔ دَ صبر او توکّل ماده ورکښې کامله وې۔ او دَ اَهل و عيال دَ تکيف احتمال ېٔ هم نهٔ وې نو بيا خير دې بلکه بهتره ده۔
نمبر۵۔ دَ وړی نا بالغے جينیٔ که نکاح وشې۔ او دَ خاوند کورته رخصت شې۔ نو که هغه مالداره وې خو دَ هغې په مال کښې صدقهٔ فطر واجب ده۔ او که مالداره نه وې۔ نو کتی به شې چې سړې دَ خدمت قابله ده که نهٔ ده۔ که دَ سړې دَ خدمت قابله وې نو صدقهٔ فطر ېٔ نه په پلار واجب ده۔ نه په خاوند او نه په هغې خپله۔ او که دَ سړې دَ خدمت قابله نهٔ وې۔ نو صدقهٔ فطر ېٔ دَ پلار په ذمه واجب ده۔ او که دَ خاوند کورته ېٔ رخصت کړې نه وې۔ نو دَ خاوند دَ خدمت قابله وې که نهٔ وې۔ په هر حال کښې صدقهٔ فطر ېٔ دَ پلار په ذمه واجب ده۔
صَدقهٔ فِطر
نمبر۱۔ کوم مسلمان چې دومره مالدار وې چې زکوٰة پرې فرض وې۔ يا زکوٰة خو وَرباندې فرض شوې نه وې (ځکه چې زکوٰة په مال باندې کال تيريدو نه پس فرض کيږې) خو دَ ضرورې سامان نه زياتې دَ دومره قيمت مال و اسباب وې ورسره چې زکوٰة پرې فرض کيږې۔ هغه مال دَ سوداګریٔ وې او که د َسوداګریٔ نه وې دَ خپل اِستعمال وې۔ او کال ورباندې تير شوې وې او که نه وې تير خو په هغه باندې دَ اَختر په ورځ صدقه ورکول واجب دې۔ دې صدقې ته ”صدقه فطر“ وئیلې شې۔
نمبر۲۔ که دَ چا دَ وسيدو لوېٔ کور وې که خرڅَوې ېٔ نو په زرګونو روپو به خرڅ شې۔ لا ورسره دَ اغوستو قيمتې قيمتې جامی وې۔ خو په هغې تيله،يا ګوټ يا سُچه ګناریٔ نه وې لګيدلې۔ دَ خدمت دَ پاره دوه درې نوکران هم ۔ په کور کښې ېٔ دَ زرو پنځو سوؤ روپو ضرورې سامان هم وې۔ چې هغه ټول دَ کور په کار کښې اِستعماليږې۔ خو کالے ورسره نهٔ وې۔ يا ورسره څهٔ سامان دَ ضرورت نه زيات هم خو دَ هغې دومره قيمت نه وې چې زکوٰة پرې فرض کيږې۔ په داسې کَس باندې صدقهٔ فطر واجب نه ده۔
نمبر۳۔ که دَ چا دوه کورونه وې ۔ په يَو کښې خپله استوګنه کوې او بل خالی پروت وې۔ يا ېٔ په کرايه ورکړې وې۔ نو دا بل مکان دَ ضرورت نه سِوا دې۔ که دَ دې قيمت دومره وې چې زکوٰة پرې فرض کيدې شې۔ نو په دهٔ باندې صدقه فطر واجب ده۔ او داسې سړې ته دَ زکوٰة پيسی ورکول هُم جائز نهٔ دې او که ددې مکان په کرايه باندې هغه خپله ګُذاره کوې۔ نو بيا دا مکان هم دَ ضرورت په سامان کښې داخل دې۔
نمبر۴۔ که چا سره دَ ضرورت نه زيات مال واسباب وې۔ خو هغه قرضداری هم وې نو کتې به شې چې دَ قرضې پوره کولو نه پس ورسره څهٔ پاتې کيږې که دَ دومره قيمت سامان پاتي کيږې چې زکوٰة پرې فرض کيدې شې ۔ نو صدقه پرې واجب ده۔ او که دَ دې نه کم پاتې کيږې۔ نو صدقه پرې نشته۔
نمبر۵۔ دا دَ واړهٔ اختر په ورځ دَ صبح صادق دَ وخت نه واجب کيږې۔ که دَ صبا کيدو نه مخکښې څوکٔ مړشو۔ پهٔ هغهٔ واجب نه ده۔ دَ پاتی شوې مال به به ېٔ نشې ورکوی۔
نمبر۶۔ بهتره داده چې دَ اختر مانځه ته عيدګاه ته تلو نه وړومبی”صدقه فطر“ ورکړې شې۔ که چا وروستو ورکړه نو هم خير دې۔
نمبر۷۔ که چا صدقهٔ فطر، دَ اختر نه مخکښې په رمضان کښې ورکړه هم اَدا شوه۔ دَ دوباره ورکول پرې واجب نه دې۔
نمبر۸۔ که چا دَ اختر په ورځ ورنهٔ کړه نو معاف کيږې نه بيا دې ېٔ څه وخت ورکړې۔
نمبر۹۔ صدقهٔ فطر صرف دَ خپل ځان دَ طرف نه واجب ده۔ دَ بالغ اولاد دَ طرف نه يا دَ مور،پلار يا ښځې يا خاوند دَ طرف نه واجب نه ده۔البته په پلار باندې دَ نابالغ اولاد دَ طرف نه واجب ده۔ خو که دَ نابالغ اولاد ېٔ خپل مال وې۔ لکه د َچا نه ورته ميراث کښې پاتې وې۔ يا په بله طريقه ورته راغلې وې۔ نو دَ هغې وړوکې دَ خپل مال نه به صدقهٔ فطر ورکولې شې۔ په مور باندې دَ نابالغ اولاد دَ طرف نه هم واجب نه ده۔ که د َاولاد ېٔ خپل مال وې دَ هغې نه به ېٔ ورکوې۔ او کوم وړُوکی چې دَ اختر په ورځ دَ صبح صادق نه پس پيدا شوې وې په هغهٔ صدقه نشته۔
نمبر۱۰۔ که چا په څهٔ وجه دَ رمضان روژې نهٔ وې نيولې۔ هم صدقه فطر به ورکوَې که چا روژهٔ نيولې وې او که نه په صدقه کښې څهٔ فرق نه راځې۔
نمبر۱۱۔ په صدقه کښې که غنم يا دَ غنمو اوړهٔ يا ستوان ورکوې۔ نو په کچه سير يو سير ديارلس چهټاکیٔ او په پاخهٔ سير يونيم سير ورکول پکار دې۔ بلکه ددې نه زيات هم که احتياطاً ورکړې نو ښهٔ دې۔ او که اوربشی يا دَ اوربشو اوړهٔ ورکوې نو ددې په دوچند به ورکوې۔
نمبر۱۲۔ که دَ غنمو يا اوربشو نه علاوه بل څه غله لکه چنړه يا جوار يا بل څهٔ ورکوې نو دومره ورکول پکار دې۔ چې دَ هغې قيمت دَ دغه هومره غنمو يا اوربشو برابر وې څومره چې صدقه کښې راځې۔
نمبر۱۳۔ که دَ غنمو يا اوربشو په ځاېٔ دَ هغې قيمت ورکړې نو دا دَ ټولو نه بهتره ده۔
نمبر۱۴۔ دَ يو سړې صدقه يو فقير ته ورکول او که لږه لږه ګنړو فقيرانو باندې تقسيموې۔ دواړهٔ جائز ده۔
نمبر۱۵۔ که دَ څو کسو صدقه فطر چا يَو فقير ته ورکړه، هم جائز ده۔
نمبر۱۶۔ دَ صدقهٔ فطر حقدار هم هغه کسان دې ۔ کوم چې دَ زکوٰة حقدار دې۔
دَ قُربانیٔ اَحکام
دَ قُربانیٔ ډير لوېٔ ثواب دی۔ رسول اللهﷺ فرمائی۔ دَ قُربانیٔ په ورځو کښې دَ قُربانیٔ نه زيات دَ خداېٔ پاک هيڅ شېٔ هم نه دې خوښ۔ په دې ورځو کښې دا نيک کار دَ ټولو نيکيو نه زيات دی۔ دَ قربانیٔ په وخت کښې چې دَ وينے کوم څاڅکې په مزکه پريوځې۔ مزکے ته رسيدو نه مخکښې دَ خداېٔ پاک په درګاه کښې قبول شوې وې۔ قربانې په ډيره خوشحالی او دَ زړهٔ دَ اِخلاصه کول پکار دې۔ رسول الله ﷺ فرمائیلې دې۔ ” دَ قُربانیٔ دَ څاروې په بدن چې څومره وِيښتهٔ وې۔ دَ هر هر وِيښتهٔ په بدله کښې به ورته يوه يوه نيکې ليکلې شې۔“ سُبحانَ الله۔ فکر وُکړېٔ ددې نه زيات ثواب به دَ بل څهٔ شې وې۔ په ګډ باندې چې څومره ويښتهٔ وې دَ سحر نه تر ماښامه چې په ورځو نه شې شميرلې۔ دَ يَو قربانیٔ په بدل دومره په لکُهونو نيکیٔ حاصليږې۔که په چا فرض نه وې هم ددې دومره لوېٔ ثواب ګټلو دَ پاره ورته کول پکار دې۔ دا ورځې به تيرې شې۔ دا دولت به ختم شې۔ او داسې دَ ثواب موقع به بيا په لاس نه راځې۔ چاته چې خداېٔ طاقت ورکړې وې ۔ دَ خپل ځان نه علاوه دَ مړو رشته دارانو لکه مور پلار دَ طرف نه هم قربانی پکار ده۔ چې دَ هغویٔ روح ته دومره لوېٔ ثواب وُرسې۔ دَ رسول الله ﷺ دَ طرف دَ هغوې دَ بيبيانو دَ طرفه دَ خپل پير دَ طرفه دې هم وکړې۔ او که دانهٔ وې نو خپله خو ورته خامخا ضرورې ده۔ ځکه چې په مالدار باندې واجب ده۔ چې مال ورسره وې او دومره لوېٔ ثواب ترې خطا شې۔ دَ هغهٔ نه لوېٔ بدنصيبه به بل څوک وې۔ دَ ثواب نه محروم شې او ګنهګار هم شې۔
چې دَ قربانیٔ دَ څاروې مخ دَ حلالی په وخت کښې قبلې طرف ته وُګرزَوې۔ نو اول دې دا دُعا وُوائی۔
اِنّی وَجَّهتُ وَجهِیَ لِلَّذی فَطَرالسَّمٰوٰتِ وَالاَرضَ حَنَيفًا وَّمَا اَنَا مِنَ المُشرِکِينَ۔ اِنَّ صَلٰوتی وَنُسُکِی وَ مُحيَایَ وَ مَمَاتِی لِلهِ رَبّ العٰلَمِينَ لَا شَرِيکَ لَهُ وَ بِذٰلِکَ اُمِرتُ وَ اَنَا مِنَ المُسلِمين اَللّٰهُمَّ مِنکَٔ وَ لَکَٔ بيا دې بِسمِ اللهِ اَللهُ اَکبَر وُوائی۔ او ذبح دې ېٔ وُکړې۔ دَ ذبح نه پس دې دا دُعا وُوائی۔
اَللّٰهُمَّ تَقَبَّلهُ مِنِیّ کَمَا تَقَبَّلتَ مِن حَبِيبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيلِکَ اِبرهِيمَ عَلَيهِمَا الصَّلٰوة وَالسَّلامُ
نمبر۱۔ په چا چې صدقه فطر واجب وې۔ په هغهٔ دَ لوېٔ اختر په ورځو کښې قربانې هم واجب ده۔ او که دومره مال ورسره نهٔ وې۔ په څومره چې صدقهٔ فطر واجب کيږې۔ په هغهٔ قربانې هم واجب نه ده۔ بيا هم که قربانې وُکړې نو ډير ثواب ېٔ دې۔
نمبر۲۔ په مُسافر باندې قربانې واجب نه ده۔ اګر که مالدار وې۔
نمبر۳۔ دَ لوېٔ اختر دَ مياشتې دَ لسم تاريخ نه دَ دولسم تر ماښامه پورې دَ قربانیٔ وخت دې۔ په کومه ورځ چې ېٔ خوښه وې کولې شې۔ خو دَ اختر دَ ورځې ډير ثواب دې۔ بيا دَ يؤلسم بيا دَ دولسم۔
نمبر۴۔ پهٔ ښهرونو کښې دَ اختر دَ مانځه نه وړومبی قربانې کول جائز نه دې چې خلق دَ مانځه نه واپس شې نو کول پکار دې۔ البته په بانډو کښې چرته چې دَ اختر مونځ نه کيږې۔ دَ صبح صادق دَ راختو نه پس کولې شې۔
نمبر۵۔ که څوک په ښهر کښې وسيږې خو دَ قربانیٔ څاروې ېٔ دَ حلالې دَ پاره بانډې ته استولې وې نو هلته ېٔ دَ صبح صادق راختو نه پس دَ اختر دَ مانځه نه مخکښې هُم حلالَولې شې۔ اګر چې مالک ېٔ په ښهر کښې ناست وې او دَ هغې غوښه هُم راغوښتې شې او خوړلې ېٔ شې۔
نمبر۶۔په دولسم تاريخ تر نمر ډوبيدو قربانې کولې شې۔ دَ نمر پريوتو نه پس جائز نه ده۔
نمبر۷۔ دَلسم تاريخ به تر دولسم پورې څه وخت چې غواړې، قربانې کولې شې۔ دَورځې وې او که دَ شپے خو دَ شپے په دې نه ده چې شايد تيارهٔ کښې رګ پاتې شې۔ او قربانې ونه شې۔
نمبر۸۔ که په لسم يولسم او دولسم تاريخ څوک په سفر وو خو په دولسم تاريخ دَ ماښام نه مخکښې کلې ته راؤرسيدو۔ يا ېٔ چرته دَ پنځلسو ورځو ډيره کيدو نيت وکړو۔ په هغه قربانې واجب شوه۔ لکه چې دَ چا سره مال نه وې۔ قربانې پرې واجب نه وې۔ او دَ دولسم په ماښام نمر پريوتو نه مخکښې ورته دَ چرته نه مال راشې۔ قربانې پرې هم واجب شې۔
نمبر۹۔ خپله قربانې په خپل لاس ذبَح کول بهتر دې۔ که چاته دَ ذبحِ چل نه ورځې۔ په بل چا دې ېٔ ذبح کړې۔ خو دَ ذبحِ په وخت کښې ورسره خپله وُدريدل ښهٔ دې ۔ خو که نشې وُدريدې هم څه حرج ېٔ نشته۔
نمبر۱۰۔ دَ قُربانیٔ ذبحِ کولو په وخت کښې دَ قربانیٔ نيت په خوله وَينا يا دَغه دُعا لوستل ضرورې نه دې۔ صرف په زړهٔ کښې دا خيال کول چې قربانې کوم ، کافې دې۔ صرف بِسمِ الله اَلله اَکبر دې وُوائی ۔ ليکن که دغه دُعا ورته ياده وې۔ نو وَينا ېٔ ښه ده۔
نمبر۱۱۔ قربانې صرف دَ خپل ځان دَ طرف نه واجب ده۔ دَ اولاد دَ طرف نه واجب نه ده۔ بلکه نا بالغ اولاد که ېٔ مالدار وې هُم دَ هغه دَ طرف نه به نه کوې۔ نه په خپل مال او نه دَ هغهٔ په مال که چا دَ وړوکې اولاد دَ طرف نه وُکړه۔ نو هغه ېٔ ثوابې شوه۔ ليکن په خپل مال به ېٔ کوې۔ دَهغه وړُوکې مال به پکښې نه لَګَوې۔
نمبر۱۲۔ بزه پِيسهٔ، ګډه ګډ، غوا غوۓ، ميښه سنډا، اوښ اوښه، دې پنځه قسمه ځناورو باندې قربانې کيږې۔ دې نه علاوه بل څهٔ باندې نه کيږې۔
نمبر۱۳۔ غوا ميښه، اُوښ کښې اوهٔ کسان شريکيدې شې۔ په دې شرط چې دَ هيچا برخه دَ اوومې برخې نه کمه نهٔ وې۔ او دَ ټولو نيت دَ قربانیٔ يا عقيقې وې ۔ صرف دَ غوښې نيت ورکښې دَ يَو هم نه وې۔ که دَ چا برخه ورکښې دَ اومې نه کمه وه يا ورکښې دَ يو کَس نيت دَ قربانېٔ يا عقيقې نه وو۔ نو دَ ټولو قربانې ونه شوه۔
نمبر۱۴۔ په غوا ،ميښه، اُوښ کښې که دَ اوو کَسو نه کم کسان شريک وو۔ او دَ هيچا حصه ورکښې دَ اُوومې برخې نه کمه نهٔ وه۔ نو قربانې جائز ده او که اَتهٔ کسه ورکښې شريک شول۔ نو دَ يو کس قربانې هم صحيح نه ده۔
نمبر۱۵۔ دَ قربانیٔ دَ پاره چا غوا واخسته۔ دَ اخستو وخت کښې ېٔ دا نيت وو۔ چې که نور څوک مالګرې پيدا شول نو شريکَوم به ېٔ ورکښې دَ دې نه پس ېٔ بيا ورکښې نور کسان شريک کړل۔ نو خير دې او که دَ اخستو په وخت کښې ېٔ دَ چا دَ شريکولو نيت نه وو کړې۔ دا ېٔ خيال وو، چې يَوازې ېٔ قربانې کوم۔ بيا ورکښې نور کسان شريکول ښهٔ نه دې۔ بيا هُم که نور څوک ېٔ شريکول۔ نو کتې به شې چې دا اخستونکې مالدار وو قربانې پرې واجب وه، که غريب وو۔ که مالدار وو نو نور کسان شريکول ورته جائز دې۔ او که غريب وې نو جائزنه دې(ځکه چې په غريب باندې قربانې واجب نهٔ ده۔ چې پوره غوا ېٔ دَ قربانېٔ په نيت واخسته۔ دا ټوله ېٔ په ځان خپله واجب کړه۔ نو دَ هغوېٔ قربانې صحيح ده۔ خو دې په دَ دغو برخو تاوان ورکوې۔ که دَ قربانیٔ ورځې قُربانې به بلې غوا کښې ورکوې۔ او که دَ قربانیٔ ورځې تيرې وې نو دَ هغو برخو مساوې قيمت به فقيرانو باندې ويشې۔
نمبر۱۶۔ که دَ قربانیٔ څاروې چرته ورک شو او بل ېٔ واخستو۔ بيا هغه څاروې هم پيدا شو۔ نو که دا سړے غريب وې نو دا دواړهٔ څاروې به حلالوې۔ او که امير وې چې قربانې پرې واجب وه نو اختيار دې ورته چې کوم يَو حلالوې۔ خو دومره خيال به کوې۔ که وړومبې څاروې ېٔ حلال کړو خو خير دې ا وکه دوئم ېٔ حلال کړو نو کتې به شې که هغه دَ هغې وړومبنی څاروې نه قيمت کښې کم وې نو هغه هومره قيمت به په فقيرانو خيرات کوې۔
نمبر۱۷۔ که ګنړ کسان غوا کښې شريک وې۔ نو اټکل غَوښه تقسيمول ښهٔ نه دې۔ په تول باندې ښهٔ برابر تقسيم ضرورې دې۔ که يَو طرف ته کم زيات شې۔ نو ګُناه ده۔ او هغه زياتې غوښه خوړل جائز نه دې۔ البته که يو طرف ته دَ غوښې سره سر پښې يا څرمن وې۔ نو هغې خوا که غوښه کمه وې خير دې څومره چې کمه وې۔ خو که بل طرف ته هم څرمن يا سرپښې وې۔ نو بيا هُم کمې زياتې جائز نهٔ دې۔
نمبر۱۸۔ بزه چې دَ کال نه کمه وې۔ قربانی پرې نه کيږې چې پوره دَ کال شې هله پرې جائزہ شې۔ او غوا،ميښه، پوره دَ دوه ؤ کالو پکار ده۔ په کمه باندې نه کيږې دَ اُوښ پوره دَ دوه ؤ کالو پکار ده۔ په کمه باندې نه کيږې۔ اوښ پوره دَ پنځو کالو پکار دې۔ ددې نه په کم نهٔ کيږې۔ دَ شپږو مياشتو ګډورے که دومره تيار او تازه وې چې دَ کال دَ ګډورو سره په رَمه کښې شريک شې نو فرق ېٔ نه شې کيدې۔ په هغې هم کيږې که دومره تيار نهٔ وې بو بيا پوره دَ کال پکار دې۔
نمبر۱۹۔کوم څاروې چې ړوند وې۔ يا کانړه وې۔ يا ېٔ دَ يوې سترګې نظر دَ دریئمې برخې نه زيات کم وې۔ دواړه غوږُونه يا يو غوږ ېٔ دَ دریئمې برخې نه زيات پريکړې شوې وې۔ يا ېٔ دریئمه برخه لکیٔ پريکړی شوې وې په داسی څاروې هم قربانې نهٔ کيږې۔
نمبر۲۰۔ کوم څاروې چې داسې ګُډ وې چې يوه پښه نهٔ شې لګولې، يا ېٔ لګوې خو زور پرې نه شې کولې۔ په هغه هم قربانې جائز نهٔ ده۔ او که دَ تلو په وخت کښې ېٔ په زمکه لګَوې خو لږ ګُډ ځې۔ په هغهٔ قربانې جائزہ ده۔
نمبر۲۱۔ په دومره خوار څاروې چې تش دَ هډوکو اميل وې قربانې نه کيږې او که دومره ډير خوار نه وې نو خير دې ۔ خو ښهٔ داده چې څورب څاروې قربانې شې۔
نمبر۲۲۔ که غاښونه ېٔ بلکل نه وې په هغې هم قربانی نه کيږې۔ او که څهٔ غاښونهٔ ېٔ غورزَولې وې۔ خو باقې زيات وې۔ په هغه جائز ده۔
نمبر۲۳۔ دَ کوم څاروې چې پيدائشې غوږونه نه وې بلکل په هغې قربانې نه کيږې۔ او که پوره غوږونه ېٔ نه وې۔ خو څهٔ واړهٔ بُوچې بوُچې وې نو بيا خير دې۔
نمبر۲۴۔ دَ کوم څاروې چې ښکروُنه پيدائشې نه وې۔ يا ېٔ وې خو لږ غوږې مات شوې وې۔ په هغې قربانې کيږې۔ او که بلکل ويخ کښې مات شوې وې۔ بيا پرې نه کيږې۔
نمبر۲۵۔ په خَصِی څاروې باندې قربانې کيږې۔ او که په کوم څاروې خارښت (پَم) لګيدلې وې په هغې هم کيږې۔ خو چې ډير زيات خوار شوې نه وې۔ او که ډير خوار وو نو بيا پرې نه کيږې۔
نمبر۲۶۔ که دَ قربانیٔ دَ پاره چا څاروې اَخستې وو۔ بيا پکښې څه داسې عيب پيدا شو چې قربانې پرې نه کيږې۔ نو دَ هغې په بدل کښې دې بل څاروې واخلې که دا سړے غريب وو چې قربانې پرې واجب نه وه۔ نو دَ هغه دَ پاره هم دَ دغه څاروې قربانې جائز ده۔ دَ بل څاروې اخستو ضرورت نشته۔
نمبر۲۷۔ دَ قربانیٔ غوښه خپله هم خوړې شې او خپلو رشته دارانو ته هم ورکولې شې۔ خو ښه داده چې درې حصې ېٔ کړې۔ يوه خپل ځان ته پريږدې۔ بله په رشته دارو تقسيم کړې۔ او دويئمه په فقيرانو خيرات کړې۔ او که چا کمه فقيرانو ته ورکړه هُم څه ګناه ېٔ نشته۔
نمبر۲۸۔ دَ قربانیٔ څرمن خيرات کول پکار دې۔ يا دې دَ هغې قيمت خيرات کړې۔ دا قيمت به داسې خلقو ته ورکولې شې څوک چې دَ زکوٰة حقدار وې۔ او قيمت کښې بعِينه هغه پيسې ورکول پکار دې، په کومو ېٔ چې څرمن خرڅه کړې وې۔ که هغَه ېٔ خپله خرڅ کړې۔ او هغه هومره نورې پيسې ېٔ خيرات کړې هم ادا به شې۔ خو ښَه نه ده۔
نمبر۲۹۔ دَ څرمنې قيمت په جماعت جوړَولو کښې يا بل څهٔ نيک کار کښې لګَول ښهٔ نه دې۔ خيرات کول ېٔ پکار دې۔
نمبر۳۰۔ که څرمن ېٔ خپله استعمال کړه۔ لکه مشک يا بوقه يا بل څهٔ ېٔ ترې جوړ کړل هم جائز دې۔
نمبر۳۱۔ قصاب ته دَ حلالې په مزدوریٔ کښې غوښه يا چربی يا بل څه ورکول جائز نه دې۔ دا مزدورې به دَ ځانه ورکولې شې۔
نمبر۳۲۔ دَ قربانیٔ دَ څاروې پړے، پيزوان، وغيره هر څه خيرات کول پکار دې۔
نمبر۳۳۔ که په چا قربانی واجب نه وه۔ خو چې دَ قربانیٔ په نيت ېٔ څاروې واخستو اوس پرې واجب شوه۔
نمبر۳۴۔ که په چا قربانې واجب وه۔ خو دَ قربانیٔ درې واړهٔ ورځې تيرې شوې او قربانې ېٔ ونه کړه۔ نو دَ يو ګډ يا بزے قيمت به خيرات کوې۔ او که څاروې ېٔ اخستې وو خو حلال ېٔ نه کړو نو هُم هغه څاروې به خيرات کوې۔
نمبر۳۵۔ که چا دَ قربانیٔ نذر منلې وو۔ هغه کار ېٔ خداېٔ پوره کړو۔ نو قربانی پرې واجب شوه۔ مالدار وې او که غريب وې۔ او دَ نذر ددې قربانیٔ ټوله قربانیٔ غوښه به خيرات کوې۔ نهٔ به خپله خورې نهٔ به رشته دارو ته ورکوې۔ که څه ېٔ خپله وخوړه يا ېٔ خپلوانو ته ورکړه۔ هغه هومره به نوره خيرات کوې۔ (او دا قربانی به دَ قربانیٔ په ورځو کښې کوې ۔ البته که دَ چا قربانیٔ نه مطلب صرف څاروے ذبح کول وو۔ او هغهٔ ځاېٔ کښې دا اصلاح وه چې قُربانی ذبحِ ته وائی۔ نو بيا ېٔ دَ قربانیٔ په ورځو کښې حلالَول ضرورې نه دې۔
نمبر۳۶۔ که په خپله خوښیٔ چا مړی ته دَ ثواب په نيت قربانی وکړه۔ نو دَ هغې نه لکه دَ خپلې قربانیٔ خپله هم خوړې شې۔ او نورو خپلوانو ته هم ورکولې شې۔
نمبر۳۷۔ او که يَو سړې وصيّت کړې وو۔ چې ځما دَ مرګ نه پس ځما په مال کښې ما پسې قربانی وُکړیٔ۔ نو ددې قربانیٔ به ټوله غوښه خيرات کولې شې۔ خپله خوړل يا خپلوانو ته ورکول ېٔ جائز نهٔ دې۔
نمبر۳۸۔ که يو سړے خپله موجود نهٔ وو۔ بل سړې بغير دَ هغهٔ دَ اجازت نه ورته قربانی وُکړه۔ دا قربانی صحيح نه ده۔ (دَ هغهٔ غاړهٔ پرې نه خلاصيږې) او که په يَو څاروې کښې چا دَ يَو غائب دَ پاره بغير دَهغهٔ دَ اِجازت نه حِصه وُنيوله۔نو دَنورو حصه دارو قربانی هم صحيح نهٔ شوه۔
نمبر۳۹۔ که چا څاروے بل چا ته په برخه باندې ساتلو دَ پاره ورکړے وو، نو دا څاروے دَدې ساتُونکې ملکيت نه دې۔ دَ اصل مالک ملکيت دې۔ که دَ قربانیٔ دَپاره څوک دا څاروے اخلې۔ نو سودا ېٔ دَ اصل مالک سره پکار ده۔
نمبر۴۰۔ که ګنړو کسانو په شريکه څاروے قربانی کړے وې۔ او غوښه ېٔ تقسيموې نه۔ همدغه شان ېٔ فقيرانو او خپلوانو دوستانو باندې ويشې۔ نو دا هم جائز ده۔ خو که تقسيمَوې ېٔ نو برابر په تول پُوره به ېٔ تقسيمَوې۔
نمبر۴۱۔ دَ قربانیٔ دَ څاروې څرمن چاته مزدوریٔ کښې ورکول جائز نهٔ دې۔
نمبر۴۲۔ دَ قربانیٔ غوښه کافرو ته ورکول هُم جائز دې۔ چې په مزدوریٔ کښې نهٔ وې۔
نمبر۴۳۔ که څاروے باردار(بلارب) وې۔ نو قربانی ېٔ جائز ده۔ خو که بچے ېٔ ژوندے راوُوَتو۔ نو هغه به هُم ذبح کوې۔
دَ عقيقے اَحکام
نمبر۱۔چاته چې خداېٔ پاک هلک يا جينیٔ ورکړی۔ نو ښَه داده چې په اوومه ورځ په هغهٔ نوم کيږدې۔ او عقيقه(سرکلے) دې وېٔ وُکړې۔ خداېٔ پاک به ېٔ دَ افتونو نه محفوظ کړې۔
نمبر۲۔ دَ عقيقے(سرکلی) طريقه داده چې په هلک باندې دوه بزے يا ګډے او په جينیٔ باندې يوه بزه يا ګډهٔ حلاله کړی۔ يا دَ هلک دَ پاره دَ قربانیٔ په غوا کښې دوه برخې او جينیٔ دَ پاره يوه برخه وُنيسې۔ دَ سَروِيښته ېٔ کل کړې۔ او دَ هغې وِيښتو په تول سرهٔ يا سپين زر خيرات کړې۔
نمبر۳۔ که په اُوومه ورځ چا سرکلے وُنه کړو۔ نو چې کله ېٔ کوې۔ دَ اُوومې ورځې خيال دِ ساتې۔ دَ هغې طريقه داده چې په کومه ورځ وړُوکے شوې وې۔ دَهغې نه يوه ورځ مخکښې دې ېٔ عقيقه ورکړې۔ که دَ جُمعې په ورځ شوې وې ۔ نو دَ پنجشنبے په ورځ که په پنجشنبه شوې وې۔ نو دَ شروع (چارشنبے) په ورځ دې ېٔ وُکړې۔ هر کله چې وې دَ اُوومے حساب به ېٔ پوره کوې۔
نمبر۴۔ دا خبره چې ”کوم وخت نائی دَ وُړوکی په سَر باندې چاړهٔ راکاږې هُم په هغه وخت دې په څاروې هم چاړهٔ راښکلې شې“۔ بی ځايه رواج دې۔ په شريعت کښې داسې څه حکم نشته۔ که چا دَ سَر کلونو نه مخکښې ذبح وکړه او که وروستو۔ دواړه يو برابر دې۔
نمبر۵۔ په کوم څاروې چې قربانی نه کيږې۔ په عقيقه کښې ېٔ ذبح کول هم جائز نه دې۔ په کوم چې قربانی کيږې په هغې عقيقه هم کيږې۔
نمبر۶۔ دَ عقيقے غوښه که څوک اومه ويشې که پخه، که په دوستانو ېٔ خورَوې ټول جائز دې ۔
نمبر۷۔ دَ عقيقے غوښه دَ وړوکی پلار مور، نيا نيکهٔ ټولو ته خوړل جائز دې۔
نمبر۸۔ که څوک غريب وې په هلک باندې ېٔ يوه بزه حلاله کړه ۔ هم څهٔ حرج ېٔ نشته۔ او که هډو عقيقه ېٔ ونکړه هم خير دې۔ (ځکه چې عقيقه فرض نه ده۔ سنت ده)
دَ حجِ بَيتُ الله(شريف) فَضِيلَت
حديث شريف دې۔”ملائکے مصافحې کوې دَ هغه حاجيانو سره چې سوارهٔ ځې۔ او غاړهٔ ووځې هغه حاجيانو ته چې په خپلو پښو روان وې“۔
حديث شريف دې۔ سور حاجې ته په هر قدم باندې چې دَ هغهٔ اوښ ېٔ اَخلې(اوښ وې او که بله سورلې۔ دَ ټولو يَو حکم دې) او يا نيکیٔ ليکلې شې۔ او پياده حاجې ته دَ هغه په هر قدم باندې اوه سوه نيکیٔ ليکلې شې۔
حديث شريف دې” حج کؤونکې او جهاد کوونکې دَ خداېٔ پاک ميلمانهٔ وې۔ چې دَ خداېٔ پاک نه دُعا غواړې نو هغه ېٔ قبلوې۔ او که دَهغه نه بخښنه غواړې نو هغه ېٔ بخښې“۔
حديث شريف دې”حج کؤونکې به (دَ قيامت په ورځ ) دَ څلورو سوو خپلو خپلوانو شفاعت کوې۔ او هغه خپله دَ ګناهُونو نه داسې پاک شې۔ لکه چې په اوله ورځ دَ مور نه پيدا شوې وې“۔ پکار دې چې دَ داسې لوېٔ نعمت حاصلَولو دَ پاره ضرور خپل حلال مال خرڅ کړو۔ دَ معافیٔ نه مطلب دا نهٔ دې چې کوم کارونه دَهغه نه قضا شوې دې او دې ېٔ ادا کولې شې دَ هغې نه به خلاص شې۔ يا ورباندې دَ چا قرض وې دَ هغې نه به خلاص شې۔ دَ هغې خو ادا کول ضرورې دې۔ دغه خو حقُونه دې ګناهونه نه دې۔ البته کوم واړهٔ ګُناهونه که ېٔ کړې وې دَهغې به به معاف شې۔
حديث شريف دې”څوک چې پهٔ حرام مال حج کوې او لَبَيّکَٔ اَللّٰهُمَّ لَبَّيکَٔ وائی(دا دُعا دَ حج په وخت کښې وئیلې شې۔ يه خدايه ستا تابعداریٔ ته حاضر يم يا الله زهٔ ستا تابعداریٔ ته حاضر يم) نو خداېٔ پاک به فرمائی لَا لَبَّيکَ وَلاَ سَعدَيکَ وَ حَجُّکَٔ مَردُود عَلَکَٔ( نهٔ ستا حاضرې منظوره ده او نه نيک بختې۔ ستا حج ستا په مخ وَهَلې شې۔ مطلب ېٔ دادې چې ته ځما دَ اطاعت دَ پاره نه ېٔ حاضر شوې۔ که نهٔ وې نو حلال مال به دې لګلوې وو۔ ځما په پاک دربار کښې ستا دا نجس مال مقبول نه دې۔ نهٔ دې ثواب کيږې۔ اګر چې دَ فرضو نه به ېٔ غاړهٔ خلاصه شې۔
حديث شريف دې” چې دَ حاجې سره يو ځاېٔ شې نو سلام ورباندې وايه او مصافحه ورسره کوه۔ او چې هغه لا کور ته نهٔ وې رسيدلې۔ دَ بخښنې دَ دُعا دَپاره ورته سوال کوه۔ ځکه چې دَ هغهٔ ټول ګُناهونه معاف شوې دې“۔ دَ هغه دَ دُعا دَ مقبوليت خاص طور سره طمعَ کيدې شې۔ دُعا ترې غوښتل پکار دې تر څو چې کور ته نه وې ننوُتې۔
دَ حجِ بَيتُ الله(شريف) اَحکام
چاته چې خداې پاک دومره طاقت ورکړې وې چې په سورلیٔ باندې په متوسط خرڅ سره دَ تلو راتلو رقم ورسره دَ خپلو ضرورياتو نه زيات وې۔ په هغهٔ حج فرض دې۔ دَ حج ډير لوېٔ ثواب دې۔ رسول اللهﷺ فرمائی“” کوم حج چې دَ ګُناهونو او خرابيو نه پاک وې۔ دَ هغې بدله بې دَ جنت نه بل څة نه دې“۔ دَغَسې په عُمره باندې (حج دَ ورځو نه بغير دَ مکې معظّمې زيارت) هم دَ ډير ثواب وعده ده۔ رسول الله ﷺ فرمائیلې دې۔ ”چې حج او عمره دواړه ګُناهونه داسې لرې کوې لکه دَ اور بټیٔ چې دَ اوسپنې نه خيرې لرې کوې“۔ او په چا چې حج فرض وې او نه ېٔ کوې، هغه سخت ګنهګار دې۔ رسول الله ﷺ فرمائیلې دې“ چې دَ چا سره دَ تلو راتلو دَ سورلیٔ او خوراک انتظام کولو دَ پاره رقم وې او حج ېٔ وُ نه کړو نو هغه يهودې مړ شو او که عيسائی مړ شو دَ خداېٔ پاک په دې هيڅ پروا نشته“۔ او فرمائیلې ېٔ دې۔ چې حج پريښول دَ مسلمان کار نه دې“۔
نمبر۱۔ په ټول عمر کښې يَو ځل حج کول فرض دې۔که چا ډير ځله حج وکړو نو يو به فرض شې او نور نفل دَ نفلې حج هم ډير ثواب دې۔
نمبر۲۔ دَ ځوانيدو نه مخکښې په وړوکوالې کښې که چا حج کړې وې۔ دَهغې څه اعتبار نشته۔ که مالدار وې نو دَ ځوانيدو نه پس به بيا حج کوې۔ هغه ېٔ نفلې دې۔
نمبر۳۔ په ړوند باندې حج فرض نه دې۔ هر څومره که مالدار وې او دا طاقت ېٔ وې چې ځان سرې بل سړے بوځې۔
نمبر۴۔ په چا چې حج فرض شې، هم په هغه کال بې تاخيره ورته تلل واجب دې۔ دا خيال دې نه کوې چې بل کال ته به لاړ شم۔ دَ عُمر هيڅ اعتبار نشته۔بې عذره تاخير ګُناه ده۔او که څو کاله پس چا حج وکړو هم حج به ېٔ وشې۔ خو په دې تاخير ګنهګار دې۔
نمبر۵۔ ښځه که حج ته ځې۔ نو په لاره ورسره دَ خپل سړې يا دَ بل محرم چې پردهٔ ېٔ ترې نه وې، تلل ضرورې دې۔ بغير ددې نه ېٔ حج نه صحيح کيږې۔ البته که دَ مکے معظّمې سره دومره نزدې وې چې دَ کوره تر مکے معظّمې ېٔ دَ درې ورځو نه کم مزل وې۔ بيا بې دَ سړې يا محرم نه هم تللې شې۔
نمبر۶۔ که هغه محرم نابالغه وې۔ يا دومره ناکاره چې اعتبار پرې نشې کيدې۔ نو دَ هغهٔ سره تلل جائز نهٔ دې۔
نمبر۷۔ چې قابل اعتماد محرم ورسره وې، نو سړې ته ېٔ دَ حج اجازت نهٔ ورکول جائز نه دې۔ او که هغه اِجازت نه ورکوې۔ هم دَ هغه خبره دې نه منې او حج ته دې لاړه شې۔
نمبر۸۔ کومه جينیٔ چې لا ځوانه شوې نه وې خو ځوانيدو ته نزدې وې۔هغې ته هم بغير دَ محرم نه سفر جائِز نه دې۔ او دَ غير محرم سره تلل هم ناروا دې۔
نمبر۹۔ کوم يَو محرم چې دې سره حج ته ځې۔ دَهغه دَ سفر ټول خرڅ به دَ دې په ذمه وې۔
نمبر۱۰۔ که ټول عمر داسې محرم او نهٔ مومې چې حج ته ورسره لاړه شې نو دَ حج ته نه تلو ګناه پرې نشته۔ ليکن دَ مرګ په وخت ورباندې دا وصيت کول فرض دې چې ځما دَ طرف نه ځما په مال څوک حج ته واستویٔ۔ دَ مرګ نه پس به دَ هغې وارثان دَهغې په مال څوک حج ته استوې، داسې حج ته حجِ بدل وئیلې شې۔
نمبر۱۱۔ که په چا حج فرض شوې وو خو دَ سستیٔ په وجه لا تلې نهٔ وو، چې ړوند شو۔ يا داسې ناجوړه شو چې اوس حج ته نشې تللې۔ هغهٔ ته هم دَ حج بدل وصيّت کول پکار دې۔
نمبر۱۲۔ چا چې دَحجّ بدل وصيّت کړې وې۔که دَهغهٔ نه دومره مال پاتې وې۔ چې دَ قرضې ادا کولو نه پس دَ هغه پهٔ دريئمه حصه حجّ بدل کيدې شې، بيا خو ېٔ وارثان باندې دا وصيّت پوره کول فرض دې۔ او که مال ېٔ لږ وې چې ددې کلې نه ورباندې حج نه شې کيدې خو دَ بل ځاېٔ نه پرې کيدې شې۔ نو چې دَکوم ځاېٔ نه پرې کيدې شې۔ پکار ده چې دَهغې ځاېٔ نه سړې واستوې۔ لکه چې دَ کراچیٔ نه ورباندې څوک تلې شې، يا دَ جدې نه تلې شې۔ نو بل حاجې ته دې رقم ورکړې۔ چې دَ دوېٔ دَ طرف نه دې هغه ځاېٔ څوک سړے ځان سره حجِ بؔدل دَ پاره واخلې۔ او که دومره رقم هم نه وې نو بيا ېٔ په وارثانو وصيّت پوره کول فرض نه دې۔ البته که ټول وارثان په خپله خوښه دا وُوائی چې مونږ به خپله حصه نه اَخلو يا به کمه واخلو۔ نو دَ دريئمې برخې نه زيات مال لګَول هم جائز دې۔ البته دَ نابالغه وارثانو د اجازت څهٔ اعتبار نشته۔ دَ هغوېٔ مال به ورکښې نه لګویٔ۔
نمبر۱۳۔ که چا دَ حج بدل وصيت کړې وې خو دَ مال په دريمه برخه ېٔ حج نه شې کيدې او وارثان دَ زياتې اجازت نهٔ ورکوې۔ په دې وجه ېٔ حج ونه کړې شو نو په هغه څه ګناه نشته۔
نمبر۱۴۔ دَ ټولو وصيّتونو دَغَسې حکم دې۔ که په چا روژے قضا پاتې وې يا مونځونه پاتې وو۔ يا زکوٰة پاتې وو نو دَمړې نه دَ پاتې شوې مال په دريمه کښې به ورکولې شې۔ دَ دريمېٔ نه زيات دَ وارثانو دَ اِجازت نه بغير لګول جائز نهٔ دې۔
نمبر۱۵۔دَ وصيّت نه بغير دَ چا دَ طرف نه حج بدل کول صحيح نهٔ دې۔ البته که ټول وارثان ېٔ په خپله خوښه کوې۔ نو اُميد دې چې خداېٔ پاک به دَهغهٔ غاړهٔ خلاصه کړې۔ خو دَ نابالغه وارث حصه ورکښې خرڅ کول جائز نه دې۔
نمبر۱۶۔ دَ چا سره چې دَ مکّې معظمّې دَ تلو راتلو خرڅ وې خو دَ مدينې منورې نه وې۔ په هغهٔ هم حج فرض دې دا خيال غلط دې۔ چې څو پورې چې دَ دواړو خرڅ پوره نه وې حج نهٔ فرض کيږې۔
نمبر۱۷۔ دَ اِحرام په وخت کښې ښځو ته په مخ باندې زړوکې اَچَول جائز نهٔ دې۔ دَدې پاره يَو قسم جاليدار ببوزې خرڅيږې، هغه دې په مخ وُتړې او ورپاسه دې دَ برقعې جالیٔ راواچَوې۔ چې زړوکے ېٔ په مخ نه لګې۔
نمبر۱۹۔ دَ حج باقې اَحکام بغير دَ حج کولو نه ياديږې نه او نه پرې څوک پوهيدې شې۔ چې څوک حج ته لاړ شې۔ هلته ورته معّلِمان وخت په وخت خپل احکام ښیٔ، دَ ليکلو څهٔ خاصه فائده نشته۔ ځکه مونږ باقې تفصيل پريښو۔
دَ مدينے منوَّرے زِيارت کول
که دَ خرڅ ګُنجائش وې نو دَ حج کولو نه مخکښې يا وروستو په مدينه منّوره کښې دَ رسول مقبولﷺ دَ روضې مبارکې او دَ مسجد نبویﷺ زيارت کول ډير ثواب لرې۔ رسول اللهﷺ فرمائیلې دې”چاچې ځما دَ وفات نه پس ځما دَ روضې زيارت وکړو۔ هغه ته به هغَسې ثواب او برکت حاصليږې لکه ځما په ژوند چې وو“۔ او دا ېٔ هم فرمائیلې دې۔ ” چا چې خالې حج وکړو او ځما زيارت ته رانغلو، هغهٔ ځما سره ډيره بې مخې وکړه“۔دَ مسجد نبوېﷺ په حق کښې فرمائیلې دې۔ ”چاچې په دې کښې یو نمونځ وکړو۔ دَ پنځو زرو مونځونو ثواب به مُومې۔ خداېٔ دې ځمونږ ټولو دا ثواب نصيب کړې۔ او دَ نيکو کارونو همّت دې راکړې۔ (امين)۔
دَ نَذَر اَحکام
نمبر۱۔ که په څه کار باندې چا دَ عبادت نذر منلې وو۔ هغه کار ېٔ خداېٔ پاک وکړو۔ نو اوس ورباندې هغه نذر پوره کول واجب دې۔ که پوره ېٔ نه کړو نو سخته ګُناه ده۔ خو که څه بې کاره نذر ېٔ منلې وې چې په شريعت کښې ېٔ څهٔ اعتبار نهٔ وې۔ دَ هغې پوره کول واجب نهٔ دې۔
نمبر۲۔ که چا وُوې چې که خداېٔ پاک ځما دا کار پوره کړو نو پنځهٔ روژې به وُنيسم۔ چې کله ېٔ هغه کار پوره شې پنځهٔ روژې نيول پرې واجب دې۔ که پوره نهٔ وو نو نيول پرې واجب نه دې۔که تش دا ېٔ وئیلې وې۔ چې پنځه روژې به نيسم نو اختيار دې ورته چې پنځهٔ واړهٔ په يو ځاېٔ نيسې او که يَو يَو دوه دوه نيسې۔ او که دَ نذر په وخت کښې ېٔ دا اراده وه چې په يَو ځاېٔ به ېٔ نيسم۔ يا ېٔ په خوله داسې وئیلې وو۔ نو په يَو ځاېٔ نيول پرې واجب دې۔ که په مينځ کښې ترې يوه پاتې شوه نو ټولې به بيا نيسی۔
نمبر۳۔ که داسې ېٔ وُوې چې دَ جُمعې په ورځ به روژه نيسم۔ يا دَ محرم دَ اول نه تر لسم به روژه نيسم۔ يا بله څه خاصه ورځ ېٔ ياده کړه۔ نو په هغه تاريخ او هغه ورځ نيول ضرورې نهٔ دې۔ البته لس روژې به په يَو ځاېٔ نيسې هر کله چې وې۔ دَ محرم په مياشت کښې وې او که په بله کښې هُم دَغَسې دَ جُمعې په ورځ وې او که په بله۔ که چا وُوې چې که دا کار مې وشو نو صبا به روژه وُنيسم۔ او هغه کار ېٔ وُشو۔ نو اختيار دې ورته صبا ېٔ نيسې او که بله ورځ۔
نمبر۴۔ که چا نذر منلې وو چې دَ محرم دَ مياشتې روژې به نيسم، بيا ېٔ هغه کار وُشو۔ اِختيار دې ورته دَ محرم په مياشت کښې ېٔ نيسې که بله کښې خو يوه مياشت پوره روژې به نيسې۔ که په مياشت کښې ترې څو ورځې پاتې شوې نو هغه هومره ورځې به بيا روژهٔ نيسې چې دَ مياشتې ورځې پوره شې۔ ټولې روژې به بيا نهٔ دَ سَره کوې۔
نمبر۵۔ که چا نذر وُمنلو چې که دا کار مې وشو نو اَتهٔ رکعته نفل به وکړم۔ هغه کار ېٔ وُشو۔ نو اِختيار دې ورته چې اَتهٔ واړهٔ رکعته په يَو نيت کوې۔ که څلور څلور يا دوه دوه کوې۔ او که دَ څلورو رکعتو نفلو نذر ېٔ منلې وو نو څلور واړهٔ به په یَو نيت کوې۔ که دوه دوه رکعته ېٔ وکړل۔ نو نذربه ېٔ پوره نهٔ شې۔
نمبر۶۔ که چا دَ يو رکعت نفلو نذر وُمنلو نو پوره دوه رکعته به کوې۔ که د درې رکعته ېٔ منلې وو نو څلور به کوې۔ دَ پنځو به شپږ کوې۔ همدَغسې نور۔ ځکه چې په نفلو کښې طاق رکعتونه نشته۔
نمبر۷۔ که چا نذر منلې وو چې لس روپیٔ به خيرات کوم يا پنځلس روپیٔ به خيرات کوم۔ که وې ورسره نو چې څومره ېٔ ويلې وې هغه به خيرات کوې۔ او که نه وې ورسره نو چې څومره ورسره وې هغه به خيرات کوې باقې معاف دې۔ لکه يَو سړې نذر منلې وو چې که دا کار مې وشو، نو پنځوس روپیٔ به خيرات کوم۔ خو چې کوم وخت دَ هغهٔ کار وُشو هغه وخت دَ هغهٔ سره پنځوس روپیٔ نه وې۔ صرف شل روپیٔ وې۔ نو هم هغه به خيرات کوې۔ او نذر به ېٔ پوره شې۔ که بيا ورسره نورې روپیٔ راهم شې۔ خيرات کول پرې واجب نهٔ دې۔ البته که څهٔ مال ورسره وې دَ نقدیٔ نه علاوه ، هغه به هم ورسره حسابيږې ۔ لکه شل روپیٔ ورسره نغدې وې او دَ پنځلسو روپو نور مال اسباب دَ هغهٔ ملکيت کښې وو۔ نو ټولې پنځه ديرش روپیٔ خيرات کول پرې واجب دې۔
نمبر۸۔ که چا دا نذر منلې وو چې لسو مسکينانو ته به روټیٔ ورکوم که هغه وخت ېٔ څه اراده وه چې يَو وخت به ورکوم يا دواړه وخته نو هغه شان به کوې۔ او که هغه وخت ېٔ هيڅ خيال هم نه وو۔ نو بيا به دواړه وخته ورکوې۔ هم دغه شان که دَ روټیٔ په ځاېٔ غله ورکوې۔ نو که څهٔ خاص وزن ېٔ ياد کړې وې هغه به ورکوې۔ که نهٔ وې نو هر فقير ته به دَ صدقهٔ فطر هومره غله ورکوې۔
نمبر۹۔ که چا دا نذر منلې وو چې دَ يوې روپیٔ روټیٔ به په فقيرانو ويشم نو اختيار دې ورته چې دَ يوې روپیٔ روټیٔ ورکوې۔ که نغده روپیٔ ورکوې۔ او که بل څهٔ شې ورکوې۔
نمبر۱۰۔ که چا نذر منلې وو چې لس روپیٔ به خيرات کوم۔ نو لس واړهٔ روپیٔ يو فقير ته ورکوې۔ او که يَو يو روپیٔ فقيرانو ته ورکوې جائز دې۔ او که دغه لس روپیٔ شلو فقيرانو ت ورکوې هُم جائز دې۔ که دا ېٔ وئیلې وې چې لس روپیٔ به لسو فقيرانو ته ورکوم۔ بیا هم ورته اختيار دې چې لسو ته ېٔ ورکوې که زياتو ته۔ او که ټولې يَو فقير ته۔
نمبر۱۱۔که چا داسې وئیلې وې چې لسو مونځ ګُذارو ته به روټیٔ ورکوم يا لسو حافظانو ته به ورکوم۔ نو لسو فقيرانو ته دې ېٔ ورکړې مونځ ګُذرار يا حافظان وې او که نه۔
نمبر۱۲۔ که چا نذر منلې وو چې مکّه معظّمه کښې به لس روپیٔ خيرات کم۔ نو په مکّه کښې خيرات کول واجب نهٔ دې۔ کوم ځاېٔ کښې چې ېٔ خيرات کړې نذر به ېٔ پوره شې۔ يا ېٔ وَئیلې وو چې لس روپیٔ به دَ جُمعې په ورځ خيرات کوم۔ نو دَ جُمعې ورځ ضرورې نهٔ ده۔ په هره ورځ هره ورځ چې ېٔ خيرات کړې۔ هم دَ غَسې که وئیلې ېٔ وو چې فلانې فقير ته به لس روپیٔ ورکوم۔ هغه فقير ته ورکول ضرورې نهٔ دې۔ چاته چې ېٔ ورکړے جائز دې۔ هم دغه شان که دا ېٔ وُوې چې دا نغده روپیٔ به خيرات کوم۔ نو بعينه دَ هغې روپیٔ خيرات واجب نه دې۔ بله روپیٔ دې وې خير دې۔
نمبر۱۳۔که نذر ېٔ منلې وو چې په مکّه معظّمه کښې به نفل کوم۔ يا فلانې جامع مسجد کښې به کوم۔ نو اختيار دې ورته په هر ځاېٔ کښې چې ېٔ وکړهٔ نذر به ېٔ پوره شې۔ خاص هغه ځاېٔ ضرورې نه دې۔
نمبر۱۴۔ که چا نذر منلې وو چې که دا کار مې وشو يا دا مريض جوړ شو نو يوه غوا به خيرات کړم۔ چې کار ېٔ وشې نو غوا به خيرات کوې۔ هر کله چې وې۔ څهٔ خاصه ورځ ورته نشته۔ او که وئیلې ېٔ وې۔ چې غوا به قربانې کوم۔ نو خاص دَ قربانیٔ په ورځو کښې په لوېٔ اختر کښې به ېٔ کوې۔ ځکه چې په بله ورځ قربانې نه کيږې۔ البته که دَ قربانیٔ نه ېٔ مطلب صرف حلاله وه۔ نو بيا ورکښې دَ وخت څهٔ تخصيص نشته۔ او دغه غوښه به ټوله خيرات کوې۔ دَ فقيرانو نه علاوه نورو خپلو خپلوانو ته ورکول يا خپله خوړل ورته جائز نه دې۔ که خپله ېٔ وخوړه يا ېٔ اميرانو ته ورکړه۔ نو هغومره غوښه به نوره خيرات کوې۔
نمبر۱۵۔ که دَ يوې غوا خيرات کولو نَذر ېٔ منلې وو او غوا نه پيدا کيده نو اوهٔ(۷) بزے به خيرات کوې۔
نمبر۱۶۔ که داسې نَذر ېٔ منلې وو چې ورور مې دَ سفر نه راشې نو لس روپیٔ به خيرات کوم۔ دَ هغهٔ دَ راتلو خبر ورته راغلو۔ خو هغه لا کورته رارسيدلې نه وو۔ چې دهٔ لس روپیٔ خيرات کړې۔ چې هغه راورَسې نو بيا به لس روپیٔ خيرات کوې۔ هغه نذر ېٔ نه دې شوې۔
نمبر۱۷۔ که په داسې کار ېٔ نذر وُمنلو چې ددهٔ زړهٔ غواړې چې دا دې وُشې۔ لکه وُېٔ وې چې که زه ښهٔ شوم۔ يا ځما ورور دَ سفر نه په خيريت راشې، يا مې پلار دَ مقدمې نه خلاص شې نو زهٔ به پنځه روپیٔ خيرات کړم۔ نو چې کله هغه کار وُشې۔ دغه روپیٔ به خيرات کوې او که په داسې کار ېٔ نذر منلې وو چې دَ ده زړهٔ غواړې چې اودې نه شې۔ لکه وُېٔ وې چې که تاسره مې خبرې وکړې يا مې نن مونځ وُنه کړو نو پنځه روپیٔ به خيرات کړم۔ او بيا ېٔ دَ هغهٔ سره خبرې وُکړې يا ېٔ مونځ وُنه کړو۔ نو اختيار دې ورته چې روپیٔ خيرات کوې، او که دَ قسم کفاره ورکوې۔
نمبر۱۸۔ که چا دا نذر وُمنلو چې هره ورځ يو زر ځله درود لولم يا به زر ځله کلمه لولم۔ نو دا نذر ېٔ صحيح دې۔ او دا لوستل ورباندې واجب دې۔ او که وُېٔ وې چې زر ځله به ”سُبحَانَ الله“ يا ”لَا حَولَ وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ “ وايم نو دا نَذَر ېٔ صحيح نه دې۔ او دا لوستل ورباندې واجب نه دې۔ ځکه چې کلمه او درُود په عمر کښې يَو ځل وئیل واجب دې۔ نو نذَر منل ېٔ هم صحيح دې۔ او نورې دعاګانې واجب نه دې نو نذَر ېٔ هُم نه صحيح کيږې۔
نمبر۱۹۔ که نذر ېٔ وُمنلو چې يَو سِپاره کلام مجيد به وايم۔ يا يَو ختم به کوم۔ يا لس ختمونه به کوم نذر ېٔ صحيح دې۔ او داسې کول پرې واجب دې۔
نمبر۲۰۔ که داسې نذر ېٔ وُمنلو چې که دا کار مې وشو نو مولود شريف به کوم۔ دا نذر ېٔ صحيح نه دې۔ يا که وُې وې چې په فلانې قبر به غلاف اَچَوم يا ېٔ دا لوېٔ ځوان يؤلسم ومنلو(يا ېٔ دَ سيؔدمَنې، يا سيؔد کبير غوا وُمنله۔ يا ېٔ دَ جماعت دَ پاره حلوا يا ګلګلې وُمنلې چې دَ خداېٔ پاک طاق به ډکوم۔ يا ېٔ دَ شاه عبدالحق توشه وُمنله) دا ټول نذرونه جائز نهٔ دې۔ او په دهٔ هيڅ نه واجبيږې۔
نمبر۲۱۔ دَ مولیٰ علې مشکِلکشا روژه يا دَ (آس بی بی کونړا) تلل ټول فضول واهيات بلکه شرک دې۔
نمبر۲۲۔ که دا نذَر ېٔ وُمنلو چې فلانې جماعت چې وران دې دا به جوړ کړم۔ يا به فلانې پُل وتړم۔ دا نذر هم صحيح نه دې ۔او په دهٔ هيڅ هم واجب نهٔ دې۔
نمبر۲۳۔ که داسې نذر ېٔ وُمنلو چې که ځما ورور جوړ شو نو مجلس به را غواړم باجې به وهم او ګډا به کوم۔ دا نذَر ګُناه ده۔ او داسې کول جائز نهٔ دې۔
نمبر۲۴۔ دَ الله تعالیٰ نه سِوا دَ بل چا نذر منل لکه داسې وئیل چې يه لويه ځوانه، که ځما دا کار وُشو نو زهٔ به ستا په نُوم ورغومې حلال کړم، يا به دومره خواږهٔ خيرات کړم، يا قبرونو او زيارتونو ته تلل او دَ هغویٔ نه سوال کول حرام دې۔ او په داسې طريقه خيرات شوې شې خوړل هم حرام دې۔ رسول الله ﷺ قبرونو ته تلو نه منع کړې دې۔ او لعنت ېٔ ورباندې وئیلې دې۔
قَسَم خوړل
نمبر۱۔ په هره خبره باندې بې ضرورته قسم خوړل بد کار دې۔ په دې کښې دَ خداېٔ پاک دَ نوم بې عزتې ده۔ څومره پورې چې کيدې شې په ريښتيا خبره هُم قسم خوړل نه دې پکار۔
نمبر۲۔ چا چې په خداېٔ قسم وُخوړلو۔ لکه په خداېٔ قسم۔ دَ خداېٔ په لويیٔ قسم۔ دَ خداېٔ په عزّت وجلال قسم۔ په الله قسم ۔ نو قسم ېٔ وُشو۔ او ددې خلاف کول ورته جائز نهٔ دې۔ که دَ خداېٔ نُوم ېٔ نه وې اخستې خو دومره ېٔ وُوې چې قسم مې دې وې که دا کار مې وکړو۔ هم قسم ېٔ وُشو۔
نمبر۳۔ که دا ېٔ وُوې چې خداېٔ ګواه دې۔ خداېٔ حاضر و ناظر دې۔ خداېٔ ګواه کوم په دې کار هم قسم ېٔ وُشو۔
نمبر۴۔ د َقران قسم۔ دَ کلام الله قسم۔ دَ کلام مجيد قسم خوړل هُم قسم دې۔او که په قران مجيد ېٔ لاس کيښو او خبره ېٔ وُکړه خو قسم ېٔ نه وو خوړلې۔ نو قسم ېٔ نه دې شوې۔
نمبر۵۔ که دا ېٔ وُوې چې که فلانې کار مې وکړو نو بې ايمانه دې مړ شم دَ مرګ په وخت مې دِ ايمان نصيب نهٔ شې۔ يا که داسې کار مې وکړو، نو مسلمان به نه يمٔ۔ قسم ېٔ وشو۔ که دَ دې نه ېٔ خلاف وکړو۔ نو کفاره به ورکوې او ايمان ېٔ پرې نه ځې خو داسې قسمونه هر ګز خوړل نه دې پکار۔
نمبر۶۔ که وُېٔ وې چې که داسې کار مې وُکړو لاس مې دې مات شې۔ سترګې مې دې وُوځې، لاس مې دې شل شې دانې دې راباندې وُخيژې۔ اسمان دې را باندې راپريوځې۔ دانې دانې ته دې حاجتمند شم، دَ خداېٔ غضب دې راباندې راشې، که داسې کار مې وکړو دَ سؤر غوښه دې شې۔ دَ مرګپه وَخت مې دې کلمه نصيب نه شې، دَ قيامت په ورځ دې دَ خداېٔ رسولﷺ مخکښې شرمنده شم ۔ دا ټولې خبرې دَ قسم نه دې۔ او ددې په خلاف کولوکفاره نهٔ راځې۔
نمبر۷۔ دَ خداېٔ پاک نه علاوه په بل هيڅ شې قسم نشې خوړلې ۔ لکه دَ رسول قسم، دَ کعبې قسم، دَ خپلو سترګو قسم، دَ خپلې ځوانیٔ قسم، دَ لاسو پښو قسم،دَمور پلار قسم، دَ اولاد قسم، دَ خپلو خپلوانو قسم، دَ خپل سر قسم، دَ خپل ځان قسم، په دې ټولو قسمُونو کفاره نه راځې، خو داسې قسمونه خوړل ډير بدکار دې۔ په دې ټولو قسمُونو کفاره نه راځې۔ خو داسې قسمونه خوړل ډير بد کار دې۔ په حديث شريف کښې دَ دې سخت ممانعت راغلې دې۔ دَ خداېٔ نه علاوه په څهٔ قسم خوړل دَ شرک خبره ده بچ کيدل ترې ضرورې دې۔
نمبر۸۔ که چا ووې چې ستا دَ کور خوراک راباندې حرام دې۔ يا ېٔ وُوې دا څيز مې په ځان حرام کړې دې۔ په دې وَينا دا شې نهٔ حراميږې۔ خو دا قسم دې۔ او که دا شې ېٔ وُخوړو نو کفاره به ورکوې۔
نمبر۹۔ دَ چا په قسم ورکولو قسم نه کيږې۔ يا ستا دې په خداېٔ قسم وې دا کار وُکړه۔ دا قسم نهٔ دې۔ دَ دې خلاف کولې شې۔
نمبر۱۰۔ دَ قسم سره چې اِنشاءالله وُوائی قسم ېٔ نه کيږې۔ لکه قسم په خداېٔ چې دا کار به کوم انشاءالله ۔ دا قسم نهٔ دې۔ ددې خلاف کولې شې۔
نمبر۱۱۔ په شوې کار باندې دَ دروغو قسم خوړل غټه ګُناه ده۔ لکه چې مونځ نه وې کړې۔ او چې څوک ترې تپوس وکړې وائی”قسم په خداېٔ مونځ مې کړې دې“۔ په دې باندې کفاره نشته خو ګنهګار دې۔ خداېٔ ته دې توبه وُباسې۔ او دې ګناه معافې دې ترې غواړې۔ او بيا دې داسې کار نه کوې۔ او که چا په غلطیٔ سره دَ دروغو قسم وُخوړو۔ لکه وُېٔ وې قسم په خداېٔ چې فلانې نه دې راغلې“۔ او دَدهٔ دا يقين وو چې نه دې راغلې او په خپل خيال ېٔ ريښتيا وئيل۔ بيا ورته معلومه شوه چې راغلې دې۔ نو دې معاف دې نه ګنهګار دې او نه پرې کفاره شته۔
نمبر۱۲۔ که په داسې څيز ېٔ قسم وخوړو چې هغه لا شوې نهٔ وې۔ لکه وېٔ وې۔”قسم په خداېٔ نن به باران کيږې“۔ ي ”قسم په خداېٔ نن به ځما ورور دَ سفر نه راځې“۔ او باران وُنه شې يا هغه رانغې نو کفاره به ورکوې۔
نمبر۱۳۔ که چا قسم وُخوړو چې ”نن به ضرور قران لولم“۔ قران لوستل پرې واجب شو۔ که وُنه لولې نو ګناهګار به وې۔ او کفاره به ورکوې۔ که وُېٔ وې۔ ”قسم په خداېٔ نن به دا کار نهٔ کوم“۔ او هغه کار ېٔ بيا وکړو نو قسم ېٔ مات کړو، کفاره به ورکوې۔
نمبر۱۴۔ که چا دَ ګُناه په کار قسم وُخوړو۔ لکه چې ”قسم په خداېٔ دا شېٔ به راپټوم“۔يا ”قسم په خداېٔ دَ مور پلار سره به خبرې نه کوم“۔ هغهٔ ته پکار دې چې قسم مات کړې او کفّاره ورکړې۔ که نه وې نو ګنهګار به وې۔
نمبر۱۵۔ که چا قسم وُخوړو چې ”نن به فلانې څيز نه خورم۔ بيا ېٔ په هيره وُخوړو يا ورته چا په زور په خوله کښې ورکړو، نو کفّاره به ورکوې۔
نمبر۱۶۔ که چا په غصه کښې قسم وُخوړو چې ”يوه کُنجکه به نهٔ درکوم“ بيا ېٔ پيسه يا روپیٔ ورکړه۔ قسم ېٔ مات شو۔ کفاره به ورکوې۔
دَ قَسَم کِفّاره وَرکول
نمبر۱۔ که چا قسم مات کړو، دَ هغې کِفّاره داده چې لسو فقيرانو ته دوه وخته راټیٔ ورکړې۔ يا لسو فقيرانو ته هر فقير ته په کچه کانړې يو سير او دولس نيمې چهټاکیٔ غنم ورکړې۔ بلکه احتياطاً پوره دوه سيره ورکول پکار دې۔ يا ددې په دوه چنده اوربشې ورکړې۔ طريقه ېٔ نوره هم هغه ده چې دَ روژې په کفاره کښې ذکر شوې ده۔ يا لسو فقيرانو ته جامې ورکړې۔ په دومره اندازه چې دَ بدن زياته حصه ورباندې پټيږې۔ لکه لوېٔ څادر وې۔ يا اُوږد قميص وې۔ زړې جامې ورکول نه دې جائزکه يَو يَو فقير ته صرف پرتوګ يا لنګ ورکړې نو کفّاره پرې نه پوره کيږې۔ او ک قميص او لنګ يا قميص او پرتوګ وې نو خير دې۔دا حکم هله دې چې دا جامې نارينه ته ورکوې۔ که زنانه ته ېٔ ورکوې نو دومره جامه پکار ده چې دَ هغې ټول بدن پرې پټيږې۔ چې مونځ پرې کولې شې۔ که دَ دې نه کم وې نو کفّاره به ېٔ ونهٔ شې۔
نمبر۲۔ که څوک دومره غريب وې چې نهٔ خو چاته ډوډیٔ ورکولې شې او نه جامې ورکولې شې۔ نو هغه به په يَو مخ درې روژې نيسې۔ جدا جدا درې روژو باندې کِفّاره نهٔ پوره کيږې۔ که دوه روژې ېٔ نيولې وې او په څه عذر ېٔ درئمه ونه شوه نيولې نو بيا به دَ سَره درې په يو ځاېٔ نيسې۔
نمبر۳۔ که دَ قسم ماتَولو نه وړومبې چا کفّاره ورکړه۔ او بيا ېٔ قَسَم مات کړو۔ نو دا کِفّاره ېٔ نه صحيح کيږې۔ دَ قسم ماتَولو نه پس به بيا ورکوې۔ او که فقيرانو ته ېٔ مخکښې څهٔ ورکړې وې نو هغه واپس کول جائز نهٔ دې۔
نمبر۴۔ که چا څو ځله قسم خوړلې وو چې دا کار به نه کوم۔ لکه وُېٔ وې قسم په خدېٔ چې دا کار به نه کوم“۔ څة وخت پس ېٔ بيا دَغَسې ووې بله ورځ ېٔ بيا ووې۔ يا ېٔ وُوې۔ په الله مې دې قسم وې“ بيا ېٔ وُوې ” په خداېٔ مې دې قسم وې بيا ېٔ وُوې په کلام مې دې قسم وې چې دا کار به نه کوم“۔ او بيا ېٔ هغه کار وُکړو په دې ټولو شکلونو کښې به کِفّاره صرف يوه ورکوې۔
نمبر۵۔ که دَ چا په ذمه دَ قسم ماتَولو ډيرې کِفّارې جمع شوے نو دَ هر يَو به ځان ځان ته کِفّاره ورکوې۔ که په ژوند کښې ېٔ ورنهٔ کړے۔ نو دَ مرګ په وخت به وصيّت کوې۔ چې دَ مال نه ېٔ ورکړې شې۔
نمبر۶۔ دَ قسَم کِفّاره کښې خوراک يا جامې هغه فقيرانو ته ورکول پکار دې په چا چې زکوٰة کيږې۔ يعنې دَ زکوٰة ورکولو مستحق وې۔
کورته دَ ننَوتو نه قَسَم خوړل
نمبر۱۔ که چا قسم وُخوړو چې چرې به ستا کورته نهٔ ننوؤځم۔ بيا دَ هغهٔ په دُرشل وُدريدو۔ يا دَ دررازے دَ چجیٔ دَ لاندې وُدريدو۔ قسم ېٔ نه دې مات۔ او که دروازے ته ننوتو نو قَسَم ېٔ مات شو۔
نمبر۲۔ که چا قسم خوړلې وو چې دې کورته به نهٔ ننوځم۔ بيا هغه کور روان کنډر شو۔ دې هغه کنډر ته ننوتو۔ هُم ېٔ قَسَم مات شو۔ او که داسې وران شو چې کنډر ېٔ هم نه وو پاتې بلکل ډاګه شوه۔ چې دَ کور څهٔ علامه پکښې نهٔ وه۔ يا ترې پټے جوړ شو۔ يا پکښې باغ جوړ شو يا ورپاسه جُماعت جوړ شو۔ بيا ورننَوتو نو قَسَم ېٔ نه دې مات۔
نمبر۳۔که چا قَسَم خوړلې وو چې دې کورته به نهٔ ننَوؤځم۔ بيا هغه وران شو او سر دوباره جوړ شو۔ بيا ورنَنَوتو قَسَم ېٔ مات شو۔
نمبر۴۔ که چا قسم خوړلې وو چې ستا کورته به نهٔ ننوؤځم او بيا ېٔ دَ څهٔ ځاېٔ نه دَ کوټې په چهت راټوپ کړو۔ ورپاسه وُدريدو کُوزراکوز نهٔ شو هُم قَسَم ېٔ مات شو۔
نمبر۵۔ که څوک په يو کور کښې ناست وو۔ قَسَم ېٔ وُخوړو چې بيا به دې کورته نه راځم۔ چې څومره پورې دې کور کښې ناست وو۔ قَسَم ې نه ماتيږې هر څو ورځې چې ناست وې۔ خو چې دَ کوره بهر ته وُوَتو۔ چې بيا راځې نو قسم به ېٔ مات شې۔ او که دا قَسَم ېٔ خوړل وو چې دا جامې به نهٔ اّغوندَم او په هغه وخت ېٔ هغه جامې وويستې نو قسم ېٔ مات نهٔ شو۔ او که سمدستې ېٔ وُنه ويستې څهٔ وخت ېٔ اَغوستې وې نو قسم ېٔ مات شو۔
نمبر۶۔ که قسم ېٔ وُخوړو چې دې کور کښې به نور نه وسيږم۔ او په هغه وخت ېٔ کور نه دَ کډے وړلو انتظام شروع کړو۔ نو قسم ې مات نه شو۔ او که څه وخت ورکښې تير شو نو قسم ېٔ مات شو۔
نمبر۷۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې ستا کور کښې به قدم نه کيدم۔ نو مطلب ېٔ دادې چې بيا به نه راځم۔ اوس که په ډولیٔ کښې راشې او ډولیٔ دَ کور مينځ کښې کيدې۔ دې ترې قدم کوز نه کړې هم قسم ېٔ مات شو۔
نمبر۸۔ که چا قسم وخوړلو چې خواه مخواه به کله نا کله دې کورته راځم۔ او بيا ورته دَ راتلو موقع په لاس ورنراغله۔ نو څو پورې چې دې ژوندې دې قَسَم ېٔ نه ماتيږې۔ دَ مرګ په وخت به ېٔ مات شې۔ په هغه وخت ورته وصيّت پکار دې۔ چې دَ مال نه ېٔ کِفّاره ورکړې شې۔
نمبر۹۔ که چا قسم خوَړلې وو چې دَ فلانې کورته به نه ننووځم۔ نو چې کوم کور کښې هغه استوګنه کوې هغې ته به نه ننوؤځې۔ هغهٔ ملکيت وې که په کرايه ېٔ اخستې وې۔ او که بې کراۓ پکښې سوالې وسيږې۔
نمبر۱۰۔ که چا قسم خوړلې وو چې”ستا کورته به نه راځم“ بي چا په غيږ کښې راواخستو هلته ېٔ بوتلو۔ که ددهٔ په وينا ېٔ بوتلې وې قسم ېٔ مات شو۔ او که ددهٔ په وَينا نه وې هسې چا بوتلو نو نه ماتيږې۔ همدغه شان که قسم ېٔ خوړلے وو چې ددې کورنه به نه وُوځم بيا چا په غيږ کښې وُويستو که دَ دهٔ په وينا ېٔ ويستے وې، قسم ېٔ مات شو۔ او که بے وينا وې نو نهٔ ماتيږې۔
دَ خوراک څښاک نه قَسَم خوړل
نمبر۱۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې دا پیٔ به نه څښم۔ او هغه پیٔ ېٔ ماسته کړل وُۓ خوړل نو قسم ېٔ نهٔ ماتيږې۔
نمبر۲۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې ددې ورغومې غوښه به نهٔ خورم۔ هغه ورغومې غټ پيسهٔ شو۔ بيا ېٔ دَهغه غوښه وُخوړهٔ ۔ قَسم ېٔ مات شو۔
نمبر۳۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې غوښه به نهٔ خورم۔ بيا ېٔ مؔهې يا اينؔه يا لرے وُخوړو۔ قسم ېٔ نه ماتيږې۔
نمبر۴۔که قسم ېٔ خوړلې وو چې دا غنم به نهٔ خورم۔ بيا ېٔ هغه اوړهٔ کړل دَ هغې روټیٔ ېٔ وخوړه يا ېٔ ترِ ستوان جوړ کړل وُۓ خوړل قسم ېٔ نه ماتيږې۔ او که ددې غنمو ګونګړې يا وراتهٔ غنم ېٔ وخوړل قسم به ېٔ مات شې۔ او که مطلب ېٔ دا وو چې دَدې غنمو اوړهٔ به نهٔ خورم۔ بو بيا دَ اوړو نه جوړ شوې هر شے که ېٔ وخوړو قسم به ېٔ مات شې۔
نمبر۵۔ که قسم ېٔ وُخوړو چې دا اوړه به نه خورم۔ دَ هغې نه پخه شوې روټیٔ يا حلوا يا بل څهٔ شے که ېٔ وُخوړو قسم به ېٔ مات شې او که دَغَسے کچه اوړهٔ ېٔ پک وَهَل قسم ېٔ نه ماتيږې۔
نمبر۶۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې روټیٔ به نه خورم نو په دغه علاقه چې دَ کومو څيزونو روټیٔ پخيږې۔ هغه ټولے به نه خورې که نه وې قسم به ې مات شې۔
نمبر۷۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې سرپښے به بهٔ خورم نو دَ چرګ يا بل څهٔ مارغهٔ په سر خوړلو ېٔ قسم نهٔ ماتيږې۔ او دَ غوا،بزے،ميښے،او ګډے په سر پښو خوړلو باندې به ېٔ قسم مات شې۔
نمبر۸۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې ميوه به نه خورم۔ نو اَنار، منړه،بادام،چلغوزه، کهجوره، جواره، اکوړ،کشمش، منقّی،خوړلو باندې به ېٔ قسم مات شې۔ او خټکے،هندوانه، بادرنګ تره،خربوزه، آم، خوړلو باندې نهٔ ماتيږې۔ (آم په دې علاقه ميوه کښې شامل دے په هندوستان نهٔ دې شامل، مترجم)
دَ خبرو نه قَسَم خوړل
نمبر۱۔ که قَسَم ېٔ خوړلے وو چې فلانې سره به خبرے نهٔ کوم۔ بيا هغه اُودهٔ وو چې دهٔ ورته اواز وکړو، يا ېٔ ورسره څهٔ خبره وکړه چې هغه پرې رابيدار شو۔ قسم ېٔ مات شو۔
نمبر۲۔ که قسم ېٔ خوړلے وو چې”دَ مور دَ اِجازت نه بغير به فلانې سره خبرے نه کوم“۔ بيا ېٔ مور اجازت ورکړے وو خو دهٔ ته لا خبر نهٔ وو رسيدلے چې دَ هغهٔ سره خبرے وُکړې۔ بيا ورته دَ اجازت خبروُرسدو نو قسم ېٔ مات شو۔
نمبر۳۔ که قسم ېٔ خوړلے وو چې”ددې جِينیٔ سره به خبرے نهٔ کوم“۔بيا هغهٔ ځوانه شوه يا بوډیٔ شوه۔ بيا ېٔ ورسره خبرے وُکړے قَسَم ېٔ مات شو۔
نمبر۴۔ که قسم ېٔ خوړلے وو چې بيا به ستا شکل نهٔ ګورم۔ مخ به دې نه وينم۔ په مخ به دې نه لګم۔ددې ټولو مطلب دادې چې تعّلق به ورسره نهٔ ساتم۔ که دَ لرے نه ېٔ شکل په نظر راغې۔ په دې ېٔ قسم نه ماتيږې۔
دَ سُود سودا نه قَسَم خوړل
نمبر۱۔ که قسم ېٔ خوړلے وو چې دا شۓ به نهٔ اَخلم۔ بيا ېٔ بل چاته وُوے۔ هغه ورته واخيستو۔ قسم ېٔ نهٔ ماتيږې۔ هم دَ غَسے که قَسَم ېٔ خوړلې وو چې دا خپل شۓ به بهٔ خرڅَوم بيا ېٔ بل چاته وُوے۔ هغه ورته خرڅ کړو۔ قسم ېٔ نه ماتيږې دَ کراۓ هم دغه حکم دې۔ که قسم ېٔ وُخوړلو چې دا مکان به په کرايه باندې نه اَخلم۔ بيا ېٔ په بل چا واخستو قسم ېٔ نه ماتيږې۔ البته که دَ قسم خوړلو په وخت کښې ېٔ نيت دا وو چې نه به خپله دا کار کوم۔ نهٔ به ېٔ په بل کوم۔ نو که په بل چا ېٔ وُکړو هم به ېٔ قسم مات شې۔ البته که قسم خوړونکې داسې مالدار سړے وو چې په خپله کار نهٔ کوې۔ يا پرده نشينه ښځه وه چې دَ بل په لاس ېٔ هر کا کولو۔ نو هغویٔ که نيت نهٔ وې کړے هم که دَ بل په لاس ېٔ وُکړو قَسَم به ېٔ مات شې۔
نمبر۲۔ که قسَم ېٔ خوړلے وو چې دا خپل هلک به نه وَهَم۔ بيا ېٔ په بل چا وُوَهلو، قسم ېٔ نه ماتيږې۔
دَ مانځهٔ روژے نه قَسَم خوړل
نمبر۱۔ که چا کم عقل دا قَسَم وُخوړلو چې ”روژه به نهٔ نيسم“ بيا ېٔ دَ روژے نيت وُکړو نو لږ وخت تيريدو نه پس به ېٔ قسم مات شې۔ دَ ټولے ورځی روژے پُوره کولو ضرورت نشته۔ که لږ وخت پس ېٔ ماته کړه هم به دَ قسم ماتيدو کفاره ورکوې۔ او که قَسَم ېٔ داسی کړے وو۔ چې”يوه روژه به هم نه نيسم“ نو قسم به ېٔ هله ماتيږې چې پُوره ورځ روژه وُنيسې۔ که دَ ماښام نه مخکښې ېٔ روژه ماته کړه، قسم ېٔ مات نهٔ شو۔
نمبر۲۔ که قَسَم ېٔ خوړلے وو چې مونځ به نه کوم۔ بيا ستومانه شو او په مانځه وُدريدو چې دَ وړومبی رکعت سجده وُکړې۔ قسم به ېٔ مات شې۔ که دَ يَو رکعت نه پس مونځ مات کړې هم قَسَم ېٔ مات دې ۔او که دَ سجدې نه مخکښې ېٔ مونځ مات کړو۔ نو قَسَم ېٔ مات نه شو۔ خو ياد لریٔ چې داسې قَسَم خوړل سخته ګُناه ده ۔ او که چا په غلطیٔ وُخوړو نو ماتَول او کفاره ورکول ېٔ ضرورې دې۔
دَ جامو وغيره نه قَسَم خوړل
نمبر۱۔ که قَسَم ېٔ خوړلې وو چې په دې قالين به نهٔ اُودهٔ کيږم بيا ېٔ په هغې قالين څادر وُغوړَوَلو په هغې اُودهٔ شو۔ قَسَم ېٔ مات شو او که دَ هغې دَ پاسه ېٔ بل قالين وُغوړَوَلو يا ېٔ ورباندې دریٔ وُغوړَوَله او په هغې اُودهٔ شو۔ نو نهٔ ماتيږې۔
نمبر۲۔ که قَسَم ېٔ خوړلې وو چې په زمکه به نهٔ کښينم، بيا ېٔ په زمکه بوجیٔ يا پوزے يا کپړه وُغوړَوله ورباندې کښيناستو، قسم ېٔ نه ماتيږې او که د َخپل په سَر کړې څادر يا لُوپټے پِيسه ېٔ ورباندې وُغوړَوله پرې کښيناستو نو قَسَم ېٔ مات شو۔ اَلبته که څادر لُوپټه کوز کړل دَ سر نه او وېٔ غوړَول نو خير دې۔
نمبر۳۔ قسم ېٔ خوړلې وو چې په دې تخت يا کټ به به کښينم۔ بيا ېٔ په هغې قالين يا دریٔ وغوړَول ورباندې کښيناستو۔ قسم ېٔ مات شو۔ او که دَ هغې تخت دَ پاسه ېٔ بل تخت واچوَلو۔ يا دَ کټ دَ پاسه ېٔ بل کټ کيښو په هغې کښيناستو قسم ېٔ نهٔ ماتيږې
نمبر۴۔ قسم ېٔ خوړلې وو چې دې به چرې نه لَمبَؤم۔ بيا ېٔ مرګ نه پس وُلبَوَلو قسم ېٔ مات شو۔
نمبر۵۔ که يو سړې قسم خوړلې وو چې ښځه به هيچرے نه وهم۔ بيا ېٔ په غُصه کښې ترې کونڅیٔ راکښلې يا ېٔ ورته په مریٔ ګوتې کيښوې يا ېٔ ورباندې چک وُلګَولو۔ قسم ېٔ مات شو۔ او که په ټوقه کښې ېٔ ترې کونڅیٔ راکښله يا ېٔ څپيړه ورکړه قسم ېٔ نه ماتيږې۔
نمبر۶۔ که قسم ېٔ خوړلې وو چې فلانی به ضرور وهم۔ او هغه سړے دَ دې وَينا نه مخکښې مړ وو۔ نو که دَ هغهٔ مرګ ورته معلُوم نه وو، قسم ېٔ خوړلی وو، نو قسم ېٔ نه ماتيږې۔ که معلوم وو ورته او بيا ېٔ دَ قصده قسم خوړو نو دَ خوړلو سره ېٔ قسم مات شو۔
نمبر۷۔ چا چې دَ څهٔ کار دَ کولو قسم خوړلے وو۔لکه وېٔ وئيل چې اَنار به ضرور خورم۔ نو په عُمر کښې يَو ځل خوراک ېٔ هُم کافې دې۔ او که دَ څه کار نه کولو قسم ېٔ خوړلې وو۔ نو هغه کار به په ټول عُمر کښې هيچرے نه کوې۔ لکه وُۓ وئيل چې اَنار به نهٔ خورم ۔ نو ټول عُمر به ېٔ خورې ۔ البته که خاصو انارو ته ېٔ اِشاره کړې وه چې دا اَنار به نهٔ خورم۔ نو هغهٔ نهٔ شې خوړی۔ او نور اَنَار خوَړی شې۔
دَ کُفر خبرے
نمبر۱۔خداېٔ دې نه کړې که څوک دَ اِسلام نه وُګرزيدو هغهٔ ته دَ دری ورځو مُهلت دی۔ که دَ هغه څهٔ شک شُبه وې چې هغه لری کړې شې۔ په دې وخت کښې که هغه بيا دوباره مُسلمان شو خو ښه ده۔ که نهٔ وې، نو قتل کولی به شې(او که بی دينه شوی ښځه وه نو ټول عُمر به قيد کولی شې۔ تر هغې چې يا توبه وُباسې يا مړه شې)۔
نمبر۲۔ چا چې دَ خولی نه دَ کُفر خبره وُويسته دَ هغهٔ ايمان لاړو، او ورسره ټولی نيکیٔ او عبادت هم لاړو۔ نکاح ېٔ ماته شوه۔ او که حج ېٔ کړی وو هغه هم مات شو۔ که دوباره بيا مُسلمان شو نو نکاح به تازه کوې او که مالدار وو نو حج به دوباره کوې۔
نمبر۳۔ همدغه شان که دَ چا ښځه بې دينه شوه نو نکاح ېٔ ماته شوه څو پورې چې هغې توبه نه وې ويستی۔ کور والې ورسره جائز نهٔ دې۔
نمبر۴۔ کله چې دَ چا دَ خولې نه دَ کفر خبره وُوته۔ ايمان ېٔ لاړو پهٔ خندا او ټوقه کښې که چا وُوې هم دغه حُکم دې۔که چا وُوې” چې دَ خداېٔ دومره طاقت هُم نشته چې دا کار وُکړې“۔ او ورته ېٔ جواب کښې وُوې چې”او نشته“ ددې په وَينا کافر شو۔ که په ټوقه ېٔ وئیلې وې هم۔
نمبر۵۔ که چا ورته وُوې چې پاسه مونځ وُکړه دهٔ ورته جواب ورکړو چې”څوک به دومره اُوچت ټيټ کيږې“ يا چا ورته وُوې چې روژه وَلې نهٔ نيسی؟ دهٔ جواب ورکړو” روژے به هغه څوک نيسی چې روټیٔ ورکره نهٔ وې“ دا ټولی دَ کفر خبری دې۔
نمبر۶۔ که چا دَ ګُناه څه کار کولو بل ورته وُوی۔ دَ خداېٔ نه نهٔ ويريږی چې داسې کوی ده ورته وُوې اؤ نهٔ ويريږم کافر شو۔
نمبر۷۔ که چا په ناکاره کار وُليدو۔ ورته ېٔ وُوې تهٔ مُسلمان نهٔ ېٔ چې داسې کوې ده ورته وُوې ”نه نهٔ يئم“ کافر شو۔
نمبر۸۔ که چا مونځ کول شروع کړو اِتفّاقې ورته څهٔ حادثه پيښه شوه۔ او وُۓ وې” دا ټول دَ مانځه سپيرهٔ والی دې۔“ يا ما پورې مونځ سپيرهٔ دې۔ کافر شو۔
نمبر۹۔دَ کفارو څهٔ کار ورته ښهٔ ښکاره شو۔ او وائی” افسوس دې که زهٔ هم کافر وې چې داسې کار مې کړې وې۔ کافر شو۔
نمبر۱۰۔ دَ چا ځویٔ مړ شو وېٔ وې”خدايه دا ظلم دې په ما ولې وکړو“ کافر شو۔
نمبر۱۱۔ که چا وُوې” که خداېٔ راته وُوې هم دا کار نه کوم“۔ يا ”که جبرئیل راکوز شو دَهغهٔ خبره به هم وُنه منم“۔ کافر شو۔
نمبر۱۲۔ که چا وُوې”زهٔ داسې کار کوم چې خداېٔ هُم نهٔ شې کولې يا خداېٔ ته هم نه دې معلوم“۔ کافر شو۔
نمبر۱۳۔ چې دَ خداېٔ يا دَ هغه دَرسولﷺ چا سپکوالی وُکړو يا ېٔ دَ شريعت څهٔ حکم ته بد ووې يا ېٔ ورکښې عيب وُلټَولو يا ېٔ دَکفر څهٔ کار خوښ کړو، په دې ټولو خبرو ايمان ځې، څه دَ کفر خبری په وړومبیٔ حصه کښې دَ عقيدو بيان کښې تيری شوی دې۔ ددې ټولو خيال ساتل ضرورې دې۔ د ايمان دَ محفوظ ساتلو ډير خيال کویٔ۔ خداېٔ پاک دې زمونږ ايمان سلامت کړې۔ او په ايمان دې زمونږ خاتمه وُکړې۔ (امين)
دَ ذبحِ(حلالے)طريقه
نمبر۱۔ دَ حلالے صحيح طريقه داده چې دَ څاروې مخ قبلی ته وُګرزَوې او تيره چاړهٔ راواخلې۔
بِسمِ اللهِ اَللهُ اَکبَر وُوائی او مریٔ باندې ېٔ راکاږې۔ چې څلور واړهٔ رګونه پرې کړې شې۔ يو دَ ساه مریٔ بله دَ خوراک مریٔ دوه شاهرګونه ښې او ګس طرف ته که په دې څلورو کښې درې پرې کړې شو هُم حلاله صحيح ده او خوراک ېٔ جائز دې۔ او که دوه پريکړې شو دوه پاتې شو نو څاروې مردار شو۔ خوراک ېٔ جائز نه دې۔
نمبر۲۔ که دَ حلالی په وخت کښې ېٔ دَ قصده بِسمِ الله وُنه وې نو شۓ مردار دې خوراک ېٔ ناروا دې۔ او که په هيره ترې پاتې شوه۔ نو خوراک ېٔ جائز دې۔
نمبر۳۔ په پڅه چاړهٔ حلالول مکروه دې ۔په دې کښې څاروې ته تکليف رسی۔ هم دَغَسې دَ يخيدو نه وړومبې ترې څرمن وکښل يا غوښه پرې کول يا دَ څلورو رګونو پريکيدو نه پس هم په مریٔ چاړهٔ راکښل مکروه دې۔
نمبر۴۔ که دَ حلالې په وخت دَ چرګ يا بل مارغهٔ څټ ټول پرې کړې شو هُم حلاله جائز ده ۔ خوراک ېٔ مکروه نه دې۔البته په داسې طريقه حلاله کول مکروه دې۔
نمبر۵۔ دَ مُسلمان دَ لاسه په صحيح طريقه حلال کړې شوې شیٔ خورل جائز دې حلالَؤونکې سړے وې که ښځه پاک وې او که ناپاکه په هر حال کښې حلال شوې شیٔ خوړل جائز دې او دَ کافر دَ لاسه حرام دې۔
نمبر۶۔ حلاله په تيرهٔ څيز پکار ده۔ اوسپنه وې، لکه چاړهٔ، چاقو، او که تيرهٔ لرګی وې يا بانس وې يا دَ کانړې يا بل څهٔ ټکړه وې، په ټولو حلاله جائز ده۔
حلال او حرام څيزُونه
نمبر۱۔ کوم ځناور يا مارغان چې دَ ښکار غوښه خورې يا ګندګې خورې۔ دَهغو خوراک جائز نه دې۔ لکه زمرے پړانګ،ګيدړ،پيشو،سپی،بيزو،باز،باښه،ټپوسؔ دَ مرداری مارغهٔ وغيره۔ کوم مارغان چې غوښه نهٔ خورې هغه حلال دې۔ لکه طوطې، مينا، کونتره،چنچړه،مړز،مرغابیٔ،ګوګوشتو وغيره۔ او کوم ځناور چې غوښه نهٔ خورې هغه هم حلال دې لکه غرڅه،هوسیٔ،سويه،غوا، بزه،ګډه،ميښه وغيره
نمبر۲۔ خر،قچر،شمشتیٔ،بږوه، حرام دې۔ نور حشرات لکه مچیٔ، ډنبره، وغيره هم حرام دې۔ دَ اس غوښه حرامه نه ده خو خوراک ېٔ ښه نهٔ دې۔ دَ درياب ځناور ټول حرام دې سيوا دَ مهې نه۔
نمبر۳۔ مهې او ملخ بې دَ حلالَولو خوړل جائز دې۔ ددې نه علاوه بل څهٔ شې بې حلالې خوړل جائز نه دې۔
نمبر۴۔ کوم مهې چې خپله مړ وې او دَ اوبو په سَر اَپوټه روان وې دَ هغې خوراک جائز نه دې۔
نمبر۵۔ دَ لرّی خوراک جائز دې نهٔ حرام دې او نه مکروه دې۔
نمبر۶۔ دَ خوراک په څهٔ شې کښې که ميږې مړهٔ شوې وو۔ دَ هغې دَ ويستو نه بغير هغه شیٔ خوړل جائز نهٔ دې۔ که يَو ميږے ېٔ ورکښې وُخوړو دَمرداری دَخوراک هومره ګُناه ېٔ ده۔ ځنې واړهٔ کولو(يو قسم ميوه ده دَ اينځر په شان) دَ چينجو سره خورې په دې خيال چې بيا ېٔ سترګی نه خوُږيږې۔ دا حرام دې۔ دَ مرداریٔ خوراک هومره ګُناه ېٔ ده۔
نمبر۷۔ کومه غوښه چې يَو غيرِ مُسلم خرڅَوې او وائی چې دا مُسلمان حلاله کړې ده۔ دا غوښه اَخستل جائز نهٔ دې۔ البته که مسلمان حلاله کړې وې او برابر ورسره يو مُسلمان خوکیٔ ته ناست وې۔ چې هغه ورکښې بله ګډه نهٔ کړې۔ نو بيا که ېٔ دَ غير مُسلم دَ لاسه واخلې نو خير دې۔
نمبر۸۔ کومه چرګه چې ګندګې خورې۔ هغه درې ورځې تړل پکار دې ددې نه بغير ېٔ خوړل مکروه دې۔
دَ نَشَه دَارو څيزُونو حُکم
نمبر۱۔ شراب دَ هر قِسمه چې وې حرام او پليت دې دَ دارو دَپاره ېٔ هم څښل جائز نهٔ دې۔ بلکه کومو دارو کښې چې شراب ګډ شوې وې، هغه په بدن لګَول هم جائز نهٔ دې۔
نمبر۲۔ دَ شرابو نه علاوه او دَ نشی څيزونه لکه افيم،بنګ،چرس،وغيره هم حرام دې۔ليکن دَ دارو دَپاره دومره مقدار خوړل چې نشه نهٔ ورکوې، جائز دې۔ او دَ داسې دارو لګَول په بدن هم جائز دې۔
نمبر۳۔ دَ تاړی يا نورو شرابو نه که سرکه جوړه کړې شې، نو خوراک ېٔ درست دې۔
نمبر۴۔ ځنی ښځې وړو ته دَ خوب دَ پاره افيم ورکوې، چې نشه کښې پروت وې، ژاړې نه۔ دا ناجائز دې۔
دَ سرو يَا سپينو زَرو لوښِی
نمبر۱۔ دَ سرويا سپينو زرو په لوښو کښې خوړل څښل جائز نهٔ دې۔ بلکه دَ دې څيزونو په هيڅ شان استعمال جائز نه دې۔لکه دَ کنړه سپينو په چمچه خوراک کول، په خلال ېٔ غاښونه سُتره کول، په ګُلاب پاش ېٔ چرکاؤ کول۔ په سُرمه دانیٔ يا سلائی ېٔ رانجه لګول۔ دَ عطر دان نه ېٔ عطر لګَول۔ دَ سرو سپينو خاصدان يا پاندان جوړَول يا ددې په پياله کښې تيل اَچَول يا ترې نه دَپالنګ پښی جوړَول يا دَ دې دَ شست کښې مخ کتل دا ټول حرام دې۔ البته دَکالی په حيثيت دَ شست اَچَول جائز دې۔ خو مخ کتل ورکښې ناروا دې۔ غرض دا چې دَ سرو سپينو نه جوړ شوې څيزُونه اِستعمالَول نا جائز دې۔ زنانه صرف ددې جوړ شوې کالې دَ ډَول ډال دَ پاره استعمالَول شې۔
دَ جامو او پَردے بيان
نمبر۱۔ وړو هلکانو ته کَړی يا والیٔ يا بل څهٔ کالی اَچوَل يا ريشمې جامې يا بخمل اَغوستل جائز نه دې۔ دَغه شان دَ ريښمو يا سرو اوسپينو زَرو تعويذونه جوړَول يا زعفرانو کښې رنګ شوې سرهٔ يا زَيړه کپړه اَغوستل هُم نا جائز دې۔ غرض دا چې کوم څيزونه چې سړو ته غوستل جائز نه دې۔ وړو هلکانو ته هم اَچول نه دې پکار البته داسې کپړی چې يو تار ېٔ دَ ريښمو وې او بل دَ پنړسو۔ يا داسې بخمل چې پشم ېٔ دَ ريښمو نه وې اغوستل جائز دې۔ او داسې کپړه سړې هم اغوستې شې۔ او ګوټ او ليس لګَول جائز دې۔ او داسې کپړه سړې هم اغوستې شې ۔او ګوټ او ليس لګَول جائز دې خو چې دَ څلورو توتو نه زيات پلن نه وې۔
نمبر۲۔ دَ سُچی تيلے ټوپیٔ يا بل څهٔ شی چې ټول ډک نه وې۔ کپړه ورکښې ښکارې وړو ته پسَرول جائز دې۔ که دومره ګنړ کار ورکښې شوې وې۔ چې دَ لری نه ټوله تيله ښکارې۔ کپړه ورکښې نه ښکارې بيا هم جائز نه دې۔ دَغه حال دَ ريښمو دَ ګُلکاریٔ هم دې که داسې ريښم پرې ختی وې چې کپړه ورکښې نه ښکارې۔ نو استعمال ېٔ هلکانو ته هم جائز نه دې۔
نمبر۳۔ داسې باريکه جامه چې بدن ورکښې ښکارې۔ لکه ململ جالیٔ۔ بُک ښځو ته اغوستل جائز نه دې۔ دَ داسې جامې او بربنډ يَو حکم دې حديث شريف کښې راځې”ډيری نریٔ جامې اَغوستونکې به دَ قيامت په ورځ په بربنډو کښې حسابيږې۔ هغه هُم دغه جامې دې چې بدن ترې ښکارې۔ او که لُوپټه او قميص دواړه نریٔ وې بيا خو ډير بد کار دې۔
نمبر۴۔ دَ سړو په شان پيزار په پښو کول او دَ سړو په شان شکل جوړَول ښځو ته ناجائز دې۔ حضورﷺ په داسې ښځو لعنت وئیلې دې۔
نمبر۵۔ ښځو ته کالی اَچَول جائز دې۔ خو شنړيدلی کالې لکه پائِزيب، بانکی،کړے چې ګونګرو پکښې لګيدلې وې جائز نهٔ دې۔ وړو جينکو ته هم شنړيدلې کالې اَچَول نه دې جائز دَ سرو سپينو نه علاوه دَ بل څه جوړ شوې کالی لکه ګلټ،زيړ يا رولډ ګولډ هم اَچَول جائز دې۔ البته ګوتی سِوا دَ سرو سپينو نه دَ بل څهٔ اَچَول جائز نه دې۔
نمبر۶۔ ښځو ته دَ سر نه تر پښو پوری دَ ټول بدن پټولو حکم دې۔ دَ غير محرم مخکښې ېٔ څرګندَوُل ښهٔ نهٔ دې۔ البته پوډیٔ ښځې ته مخ لاسونه،پښې څرګندول جائز دې باقې دَ نور بدن څرګندول په هيڅ وخت کښې جائز نه دې۔ اکثر دَ ښځو دَ سر نه لُوپټه اوښوئيږې او تندی ېٔ څرګند شې۔ او دغه شان دَ غير محرم مخکښې راځې۔ دا جائز نهٔ دې۔ دَ غير محرم مخکښې يو وِيښتهٔ څرګندَول هم جائز نهٔ دې۔ بلکه کوم وِيښته چې دَ ګومنځ سره وُوځې يا پريکړې نوکوُنه هم داسې ځاېٔ کښې غورزَول پکار دې چې دَ غير محرم نظر پرې نه پريوځې۔ دغه شان دَ خپل بدن څه خِصه لاس يا پښه دَ غير محرم دَ بدن سره لګول هم جائز نهٔ دې۔
نمبر۷۔ ځوانی ښځې ته دَ غير محرم مخکښې مخ څرګندول نا جائز دې نه به داسې ځاېٔ کښې وُدريږې چې دَ چا نظر پريوځې۔ د َنوې ناوې دَ مخ ښيئلو چې کوم رواج دې۔ چې دَ ټبر ټول سړې ېٔ مخ ګورې دا ناجائز دې۔
نمبر۸۔ دَمحرم مخښې(دَ چانه چې شرعې پرده نشته) مخ، سر، سينه، مټی، يا پنډیٔ که څرګندې شې نو خير دې ليکن ملا، خيټه، يا پتون څرګندَول جائز نه دې۔
نمبر۹۔ دَ نامهٔ نه لاندې تر زنګوُنه پورې حِصه دَ بلې ښځې مخکښې څرګندَول هم جائز نه دې۔ بعضې ښځې دَنورو ښځو مخکښې بربنډې لامبې۔ دا ډيره دَ بې شرمیٔ خبره ده۔ په اُومه يا څلويښتیٔ کښې دَ نورو ښځو مخکښې لامبَؤل او په دې مجبوره کول ناجائز دې۔ دَ نامهٔ نه تر زنګونه بدن څرګندَول په هيڅ وخت کښې نه دې جائز۔
نمبر۱۰۔ که څهٔ خاصه مجبورې وې۔ نو دَ ضرورت په انداز بدن څرګندَول خير دې۔لکه په پتُون دانه وې، نو صرف دَ دانې ځاېٔ څرګندَول خير دې۔ زياتې ځاېٔ هر ګز نهٔ دې څرګندَوُل پکار دغه هم صرف جرّاح يا حکيم ته څرګندَوُل جائز دې۔ دَ بل سړې يا ښځې مخکښې جائز نهٔ دې۔ البته که دَ نوم او زنګون تر مينځه بدن نه علاوه بل ځاېٔ وې نو نورو ښځو ته ېٔ څرګندَولې شې۔ او دَ حکيم يا جرّاح نه علاوه بل غير محرم سړې ته ېٔ څرګندَوُل جائز نهٔ دې۔ دغه حکم دَ دائی هُم دې۔ چې دَ اولاد پيدا کيدو په وخت کښې دَ دائی مخکښې دغه هومره بدن څرګندَوُل پکار دې۔ څومره چې ضرورت وې۔ بلکل بربنډ کيدل جائز نه دې۔ دَ دائی نه علاوه بل چاته ځان ښيئل او دَ ټولو په مخکښې بربنډيدل حرام دې۔ حضورﷺ فرمائیلې دې ستَر ته کتوُنکې او دَ ستَر څرګندَوونکې دواړو باندې دَ خداېٔ لعنت وې۔ (خداېٔ دې ټول مسلمانان ددې نه وُساتې)۔
نمبر۱۱۔دَ حمل په زمانه کښې که په دائی باندې خيټه مږې۔ نو هم دَ نامهٔ نه لاندې بدن څرګندَول جائز نه دې۔ دَ څهٔ زړُوکې دَ لاندې دې ېٔ مږې۔ بې ضرورته دَ دائی مخکښې هم ځان څرګندَول نا جائز دې۔
نمبر۱۲۔ دَ بدن دَ کومو حِصو چې څرګندَوُل جائز نه دې، په هغې دَ بل چا لاس لګيدل هم جائز نه دې۔ ددې وجهې نه دَ غُسل په وخت کښې په نائنړے باندې پتوُنونه مښل جائز نه دې۔ اګر چې دَ کپړے دَ لاندې لاس ننه باسې۔ البته که په لاس کڅوړے واچَوې نو خير دې۔
نمبر۱۳۔ دَ هغې کافرے ښځې لکه هندوی، بنګړے وغيره چې کورته ځې راځې دَ هغویٔ حکم هم دَ غير محرم سړې په شان دې۔ دَ مخ، لاسُونو، پښو نه علاوه نور بدن دَ هغویٔ مخکښې څرګندَوُل جائز نه دې۔
نمبر۱۴۔ دَ خپل خاوند نه دَ هيڅ ځاېٔ پرده نشته۔ ښځه ، دَ خاوند مخکښې او خاوند دَ ښځې مخکښې خپل ټول بدن څرګندَولې شې۔ خو بې ضرورته ښهٔ کار نه دې۔
نمبر۱۵۔ څنګه چې ښځې دَ سړو مخکښې راتلل ناجائز دې دغه شان پټ پټ سړو ته کتل هُم نا جائز دې۔ دَ ښځو دا خيال وې چې سړې مونږ نه وينې نو که مونږ ورته ګورو خير دې۔ دا غلطه خبره ده دَ کوټی نه يا دَ تنبو په چاؤد کښې سړو ته کتل يا دَ ډولیٔ ځلمې ته کتل ناجائز دې۔
نمبر۱۶۔ دَ غيرِ محرم سره (چې شريعت کښې ترې ته پرده پکار ده) ځانته ځاېٔ کښې ناستی،ملاستے ناجائز دې۔ اګر چې دواړهٔ سره لرې ناست وې۔ په يَو ځاېٔ نه وې هم۔
نمبر۱۷۔ دَ خپل پير مخکښې راتلل داسې دې لکه دَ غير محرم مخکښې راتلل بې پرې مخامخ کيدل ورته جائز نه دې۔ دَ ساتلې شوې هلک،چې ځوېٔ ېٔ ورته وئیلې وې، هم دَ غير محرم حکم کښې دې۔ په خولهٔ ځوېٔ وَينا باندې څوک ريښتيا نه ځوېٔ کيږې۔ همدغه شان حکم دَ نامحرم خپلوانو دې۔ لکه ليور،دَ خور خاوند، دَ نندرور خاوند دَ ترهٔ ځویٔ، دَ ترور ځویٔ دَ ماما ځوېٔ وغيره دا ټول غير محرم دې۔ دَ دُوېٔ نه هم دغه شان پرده پکار ده لکه دَ پردو نه ۔
نمبر۱۸۔ دَ ړوند او هيجړا نه هم پرده ضرورې ده۔
نمبر۱۹۔ بعضې ښځې دَ بنجارې نه بنګړې اَچَوې، دا جائز نه دې۔ دَ غيرِ محرم لاس په لاس لګې۔ بلکه کومې ښځې چې بَهَر ګرځې۔ په هغوېٔ هم اَچَول نه دې پکار۔
مُتَفرِقات
نمبر۱۔ هره هفته غُسل کول دَ نامهٔ نه لاندې او ترخونو ويښتهٔ صفا کول مُستحب دې۔که هره هفته نه وې نو په پنځلسمه که نو وې نو څلويښت ورځې ضرور پکار دې۔ ددې نه زيات وخت که تير شو او وِيښته ېٔ صفا نه کړل نو ګنهګار به وې۔
نمبر۲۔ دَ مور پلار او دَ خاوند نو اخستل بد کار دې۔ دا دَ بې ادبیٔ خبره ده۔ البته دَ ضرورت په وخت کښې څنګه چې دَ مور پلار نوم اَخستل جائز دې دَغَسې دَ خاوند هم جائز دې۔ دَ مور پلار او خاوند په ناسته پاسته خبرو اترو او هر کار کښې ادب او عزّت پکار دې۔
نمبر۳۔ دَ هيڅ ساه والا څيز په اور کښې سوزَول جائز نه دې۔ لکه سرې مچیٔ، ډنبرے، کټمل وغيره سوزَول ناجائز دې۔ البته که مجبورې وې چې بغير ددې ګزاره نه شې نو بيا خير دې۔
نمبر۴۔ په څهٔ خبره شرط تړل جائز نه دې چې دَ دواړه طرفه وې ۔ لکه که سير مټهائی دې وخوړه نو روپیٔ به درکړم که نه وې روپیٔ به راکوې۔ البته که دَ يَو طرف نه وې نو خير دې۔
نمبر۵۔ چې دوه کسان غلې غلې خبرې کوې نو هغوېٔ ته نزدې کيدل نه دې پکار په پټه خبرې اوريدل ډيره ګُناه ده۔ په حديث شريف کښې راځې” څوک چې د َچا خبرې په پټه اورې چې دَ هغوېٔ خوښه نه وې۔ دَ قيامت په ورځ به دَ هغوېٔ په غوږونو کښې ګرمه وِيلې کړې سيکه اَچَولې شې“۔ ددې نه معلومه شوه چې په ودونو کښې دَ ناوې او ځلمې خبرې په پټه اؤريدل لکه چې رواج دې سخته ګُناه ده۔
نمبر۶۔ دَ خاوند سره چې څهٔ خبرې اَترې شوې وې ۔ يا څنګه واقعات چې پيش شوې دې دَ بل چا په هغې خبرَول ناروا دې۔ په حديث شريف کښې راغلې دې۔”په راز څرګندَوُونکې به الله تعالیٰ دَ ټولو نه زيات ناراض او په غُصّه وې“۔
نمبر۷۔ دَ چا سره داسې ټوقې کول يا خندا کول يا خَندَول چې هغه ورباندې ناراضه وې يا هغهٔ ته پرې تکليف رسی، جائز نه دې۔
نمبر۸۔ دَ تکليف په وخت کښې ځانته کنځل يا ښيری کول يا مرګ غوښتل جائز نهٔ دې۔
نمبر۹۔ تاش،چوس،شطرنج وغيره بې فائدی لوبې کول جائز نه دې۔ او که په بازیٔ ېٔ کوې نو حرام دې۔ او جوارې ده۔
نمبر۱۰۔ هلک يا جينیٔ چې دَ لسو(۱۰) کالو شې۔ نو هلک ته دَ مور،خور،ورور، سره او جينیٔ دَ ورور يا پلار سر اُودهٔ کيدل جائز نه دې۔ البته که هلک دَ پلار سره يا جينیٔ دَ مور سره اُوده کيږې نو خير دې۔
نمبر۱۱۔ چاته چې اِينږے ورشې نو اَلحَمدُلله وئيل پکار دې۔ او چې دا اَلحَمدُلله څوک واؤرې نو هغهٔ ته په جواب کښې يَرحَمکُ الله وئيل واجب دې۔ که وُېٔ نه وې نو ګُنهګار به وې۔ که اينږے کوونکې سړے وې نو يَرحَمُکَ الله دَ کاف زَور په کار دې که ښځه وې نو زِير هغه کس به بيا په جواب کښې يَغفِرُالله لَناَ وَ لَکُم وائی۔ ليکن دا وَينا په هغهٔ واجب نه ده۔ البته بهتره ده۔
نمبر۱۲۔ که دَ اينږې په وخت اَلحَمدُلله وَينا ګنړو کسانو واؤريده نو په جواب کښې يَرحَمکُ الله وَينا په ټولو فرض نه ده۔ که يَو کس وُوې دَ ټولو غاړه به خلاصه شې۔ خو که يَو هم اونه وې نو ټول به ګُنهګار وې۔
نمبر۱۳۔ که چاته بيا بيا اينږے ووتلو۔ او اَلحَمدُ لله ېٔ وې۔ نو صرف درې ځله جواب ورکول پکار دې۔ بيا ضرورې نه دې۔
نمبر۱۴۔ چې دَ حضور ﷺ نوم څوک واخلې يا ېٔ واؤرې نو درود شريف وَينا واجب ده۔ که چا وُنهٔ وې نو ګنهګار به وې۔ البته که په يَو ځاېٔ چا ډير ځله نُوم واخستو نو هر ځل درود وَينا واجب نه ده۔ يَو ځل درود کافې دې۔خو که ځاېٔ بدل شو بيا ېٔ دَ حضورﷺ نوم واخستو يا ېٔ واؤريدو۔نو بيا درود وينا واجب شوه۔
نمبر۱۵۔ وړو ته پلوکی پريښول چې شاته سَرکل کړې او مخې ته څو ګُتی پريږدې۔جائز نه دې۔ يا تول سر کلَوُل پکار دې او يا ټول پريښول۔
نمبر۱۶۔ ښځو ته په جامو باندې دومره خوشبوئی لګَول چې غير محرم کسانو ته بویٔ اورسې جائز نهٔ ده۔
نمبر۱۷۔ دَ ناجائزہ جامو جوړَول هم ښهٔ نه دې۔ که سړے ورباندې داسې جامې جوړَوې چې شريعت کښې جائزې نه وې۔ نو عذر دې ورته وُکړې۔ هُمدغه شان درزې ته دَ ناجائزقِسم جامو ګنډل جائز نه دې۔
نمبر۱۸۔ دَ دروغوقصې ، او بې سنده کتابونه چې جاهلانو ليکلې وې لکه نورنامه يا معجزانو نه چې په صحيح کتانونو کښې دَ هغې څهٔ ذکر نهٔ وې۔ يا دَ عشق و محبّت دَ قصو کتابونه لوستل جائز نه دې۔ هم دغه شان دَ غزلو او قصيدو کتابونه خاصکر ناولُونه هر ګز نه دې کتل پکار۔ نه ېٔ اَخستل جائز دې۔که دَوړو سره داسې کتابونه وې نو سوزَول ېٔ ضرورې دې۔
نمبر۱۹۔ ښځو ته هُم السَّلام عليکم وَينا او مصافحه کول سنّت دې۔ ددې عام کول ضرورې دې۔
نمبر۲۰۔ څوک چې چرته ميلمه شې۔ نو دَکوربه دَ اِجازت نه بغير ورته فقير فُقره ته څهٔ ورکؤل جائز نه دې۔
دَ پريوُتی څيز مُوندل
نمبر۱۔ چرته چې په لاره کوُڅه کښې يا دَ جمعِ په ځاېٔ کښې دَ مجلس خوريدو نه پس يا په جلسه يا ميلاد کښې دَ خلقو تلو نه پس څه شے په زمکه پروت وې۔ نو هغه دَ خپل ځان دَ پاره راخستل جائز نهٔ دې۔ په دې نيت ېٔ اُچتول پکار دې چې محفوظ شې او خپل مالک ته وُرسې۔
نمبر۲۔ که څه شے وُليدو او اُوچت ېٔ نه کړو نو څه ګناه ېٔ نشته۔ خو که دا ويره وې چې که دې ېٔ اوچت نه کړې نو برباد به شې يا به ېٔ داسې څوک واخلې چې مالک ته به اونهٔ رسې۔ نو بيا ېٔ اُوچتول واجب دې۔
نمبر۳۔ که پريوتې شېٔ په داسې ځاېٔ کښې پروت وو چې دَبربادیٔ خطره ېٔ وه۔ يا خطره ېٔ نه وه خو چا را اُوچت کړو نو اوس ېٔ دَ مالک تلاش په ذِمه واجب شو۔ بيا هغه څيز په هغه ځاېٔ کيښول جائز نهٔ دې۔
نمبر۴۔ دَ اُوچتولو نه پس په دهٔ ضرورې ده چې بازار کښې، دَ جُمعې جماعت کښې يا دَ سړو او ښځو په مجلسونو کښې چې کوم ځاېٔ خلق جمع کيږې اِعلان کوې۔ چې ما څه شے مونتی دې۔ که دَ چا وې رادې شې چې ورۓ کړم۔ که د َښځو يا سړو جمعې ته خپله نه شې تلې نو د َبل په خوله چې دې اِعلان وکړې۔ خو دَ څيز پوره پوره پته دې نه ښیٔ۔ نيمګړے خبره دې کوې۔ لکه يو کالې دې يا يوه کپړه ده۔ يا پټوه ده چې څوک پوره نخښه ورکړې هغه ته دې ېٔ حواله کړې۔
نمبر۵۔ دَ ډير تلاش او مشهورولو نه پس هم که څوک مالک ېٔ معلوم نه شو نو هغهٔ شے دې خيرات کړې۔ دَ ځان سره دې ېٔ نهٔ ساتې۔ البته که مونتونکې خپله غريب وې نو بيا ېٔ خپله هم ستعمالولې شې۔ ليکن دَ خيرات کولو نه پس ېٔ که مالک پيدا شو نو دَ هغهٔ نه ېٔ قيمت وصولولې شې۔ البته که هغهٔ خيرات منظور کړو نو ثواب به ېٔ وُشې۔
نمبر۶۔ ساتلې شوې کونتره،طوطې،مينا يا بل څهٔ مرغیٔ که چاکره لاړه اووېٔ نيوله نو خپله ېٔ ساتل جائز نه دې۔ دَ مالک تلاش پرې واجب دې۔
نمبر۷۔ په باغ کښې دَ بوټو نه پريوتې ميوه لکه آم يا امرود يا آلوچے يا بل څهٔ راوُچتول او خوړل جائز نه دې۔ البته که مالک ېٔ عام اجازت ورکړے وې۔ يا داسې شے وې چې کم قيمته وې۔ څوک ېٔ تپوس نه کوې لکه بيرے نو دَ هغې خوړل جائز دې۔
نمبر۸۔ که په کوريا په ميره کښې چا چې ښخ شوې شۓ نقدې يا کالې يا بل څهٔ وُمونتل۔ دَ هغې حکم هم دَ پريوتې څيز په شان دې۔ ځانته ېٔ ستعمال جائز نه دې۔ دَ مالک تلاش به ېٔ کوې۔ که دَ دې نه مايوس شو ځان ته ېٔ وُلګَولو يا ېٔ خيرات کړو، بيا ېٔ مالک پيدا شو او هغهٔ ېٔ غواړې نو قيمت به ېٔ ورکوې۔
دَ وقف حُکم
نمبر۱۔ که چا خپل جائيداد لکه مکان يا باغ يا کلے دَ خداېٔ په نوم فقيرانودَ پاره وقف کړو۔ نو دَ هغې ټول امدن به په فقيرانو او محتاجانو خرڅ کولې شې۔ دَ باغ ټوله ميوه به غريبانانو ته ورکولې شې۔ او که مکان وې نو مسکينان به ورکښې وسې،بل څوک به ېٔ نه پکارَوې۔ دَ وقف کولو ډير زيات ثواب دې۔ هر نيک کار دَ کولو سره ختم شې۔ او دا داسې نيک کار دې چې دَ مرګ نه پس هُم تر څو پورې چې هغه جائيداد موجود وې جارې وې تر قيامته پورې به ورته ثواب رسې ترڅو پورې چې ترې غريبانو ته فائدہ رسې دَ هغهٔ په عمل نامه کښې به نيکیٔ ليکلې شې۔
نمبر۲۔ څوک چې خپل څهٔ شۓ وقف کوې۔ نو نيک بخته،ديندار او امانتګر سړې ته دې ېٔ سپرد کوې چې هغه ېٔ انتظام کوې، په خپل ځاېٔ خرڅ کوې او دَ بې ځايه خرڅ نهٔ محفوظ وې۔
نمبر۳۔ کوم شۓ چې چا وقف کړو۔ هغه اوس دَ هغهٔ پاتې نه شو۔ دَ خداېٔ پاک شو دَ هغې خرڅول ، چاته بخښل يا ورکښې څهٔ دخل عمل کول جائز نه دې۔هغه به په هغه کار کښې لګې کوم دَ پاره چې وقف شوې وې۔
نمبر۴۔دَ جُماعت څهٔ شۓ لکه خښته، چُونه، لرګے، کانړے يا بل څه شۓ په خپل کار کښې اِستعمالَول جائز نه دې۔که دَ جُماعت دَ کار نه وې هم خپله ېٔ نه شې پکارَولې۔ هغه دې خرڅ کړې او هغه قيمت دې دَ جُماعت په کار کښې وُلګوې۔
نمبر۵۔ په وقف کښې دا شرط لګَول جائز دې، چې څومره زهٔ ژوندې يئم ددې جائداد ټوله امدنې يا دويئمه يا څلورمه څومره چې وې زهٔ به خرڅ کوم۔ او ځما دَ مرګ نه پس به ټول وقف وې۔ په فلانې نيک کار کښې به لګې دا ډيره اسانه او بې تکليفه طريقه ده۔ داسې هم کولې شې چې اُووائی ځما دَ مرګ نه پس به دَ دې جائيداد دومره حصه امدن ځما دَ اولاد وې او باقې به وقف وې۔ هغه حصه به ترې دَهغهٔ اولاد ته ورکولې شې۔
مُتَفَرّقے مَسّلے
(ضرورې نوټ) دَ لاندينو مسٔلو دَ ښٔلو طريقه
که ښَيُونکې نارينه وې او لوستونکې زنانه، نو خپله دې ورته نه لولَوې۔ دَ چا زنانه په واسطه دې ورته وُښیٔ۔ همدغه شان که لوستونکې وړوکې هلک يا جينیٔ وې يا دې ورته هدايت وُکړې چې خپله ېٔ وُګوری۔ او ځان پرې پوه کړې۔
دَ روژے ماتَوونکې او نهٔ ماتَوونکې کارُونه او دَ هغې قضا يا کفاره
(ددې برخے دَ ص۳۳۰ په متعلق)
نمبر۳۔ که څوک دَ ورځې په روژه کښې اُودهٔ شو او داسې خوب ېٔ وُليدو چې غُسل پرې فرض شو۔ روژے ته پرې څهٔ نقصان نهٔ رسې۔
(دَ ص۳۳۱ په متعلق)
نمبر۵۔ په روژهٔ کښې دَ سړې او ښځې په يو ځاېٔ اُودهٔ کيدل ۔ لاس لګَول، او مينه محبّت کول خير دې۔ خو که دا خطره وې چې نور څهٔ ته به ېٔ زړهٔ وُشې او ځان به بچ نهٔ کړې شې ۔ نو بيا اُودهٔ کيدل هم جائز نه دې۔
نمبر۱۱۔ که دَ شپې ورباندې غُسل واجب شو سحر ېٔ اونهٔ لامبل او روژهٔ ېٔ نيولې سه۔ روژې ته پرې څهٔ نقصان نهٔ رسې۔ که ټوله ورځ اونه لامبې هُم البته دَ نهٔ لامبلو ګُناه به ېٔ په غاړهٔ وې۔
نمبر۱۸۔ (دَ ص۳۳۲ په متعلق) که ښځه او سړے په رمضان کښې دَ ورځې يو ځاېٔ شو او دَ سړې دَ اندام سَر(سپارې،حشفه) تر ګړدَیٔ پورې ننه وتو نو دَ دواړو روژهٔ ماته شوه۔ قضا به هُم نيسې۔ او کفاره به هم ورکوې۔
نمبر۱۹۔ که سړې دَ لويو بولو په ځاېٔ کښې اندام ورننَويستو او تر ګړدیٔ پټ شو نو هُم دَ دواړو روژه ماته شوه۔ قضا او کفاره دواره پرې واجب شو۔
نمبر۲۲۔ (دَ ص۳۳۳ په متعلق) دَ روژے په حالت کښې ښځې ته دَ وړو بولو ځاېٔ کښې دارو کيښول يا څهٔ تيل يا دارو اَچَول جائز نه دې۔ روژهٔ پرې ماتيږې خو کفّاره پرې نه راځې، سړے که دَ وړو بولو ځاېٔ په سُورې کښې څو څاڅکې دارو واچَوې نو روژه پرې نه ماتيږې۔ البته که دومره ډير وې چې مثانے ته به ورسې نو روژهٔ به ېٔ ماته شې، او کفاره پرې نشته۔
نمبر۲۳۔ که چا دَ وړو بولو يا لويو بولو په ځاېٔ کښې دَ څهٔ ضرورت دَ پاره ګُته ومنډله بهرته ېٔ راوُويسته او بيا ېٔ ومنډله نو روژه ېٔ ماته شوه او کفاره پرې نشته۔ او که دوباره ېٔ ونه منډله نو روژه ېٔ نه ماتيږې۔خو هله که ګُته ېٔ اُچه وه۔ او که په اوبو يا بل څهٔ دارو باندې لونده وه نو ړومبې ځل منډلو به ېٔ روژهٔ ماته شې او کفاره پرې نشته۔
نمبر۲۸۔ که يَوه ښځه بې هوشه پرته وه، يا غافله اُوده وه او چا سړې ورسره کوروالې وکړو۔ نو په هغې صرف قضا واجب ده ۔ کفاره پرې نشته او په سړې کفّاره او قضا دواړه واجب شو۔
په کومه وجه رمضان کښې روژهٔ نهٔ نيول جائز دِې؟
نمبر۱۳۔ که دَ ښځې جامې راغلې يا ېٔ وړوکې پيدا شو نو څو پورې چې جامې او دَ وړوکې نه پس بيمارې(نفاس) جارې وې تر هغې به روژهٔ نهٔ نيسې۔
نمبر۱۴۔ که دَ شپې ېٔ دَجامو يا نفاس نه پاکې راغله نو دَ صبا روژهٔ به نهٔ پريږدې۔ که دَ شپې ېٔ غُسل نه وې کړې هم روژهٔ دې وُنيسې او سحر دې غُسل وکړې۔ او که دَ صبا کيدو نه وروستو ېٔ پاکې راغله نو اوس ېٔ دَ روژې نيت صحيح نه دې ۔خو خوراک څښاک ورته هُم جائز نهٔ دې۔ لکه دَ روژے دارو به ورځ تيرَوې۔
دَ روژے مُتَفرّقے مسٔلے
(دَدے برخے دَ ص۳۴۵۔۳۴۶ په متعلق)
نمبر۸۔ که چا دَ مړے ښځې سره يا داسې وړې جينیٔ سره چې خواهش ورته نه کيږې يا دَ څهٔ ځناور سره جماع وکړه۔ يا ېٔ څوک دَ ځان سره هسې اُودهٔ کړل يا ېٔ ښکل کړل يا ېٔ موټے وُوَهلو او منې ېٔ خارجه شوه نو روژهٔ ېٔ ماته شوه او کفاره پرې واجب نهٔ ده۔
نمبر۹۔ دَ روژه دارے ښځې سره چا په زبردستیٔ يا دَ خوب په حالت کښې يا دَ بيهوشیٔ په حالت کښې جماع وُکړه۔ نو دَ ښځې روژهٔ ماته شوه۔ قضا پرې شته او کفاره پرې نشته۔ او هغه سړے که روژه دار وې نو قضا او کفاره دواړه پرې واجب دې۔
نمبر۱۰۔ هغه څوک چې دَ روژے دَ واجب کيدو ټول شرائط ورکښې مونتې شې۔ دَ رمضان په ادائی روژه کښې چې دَ صبح صادق نه ېٔ نيت کړې وې۔ په قصد باندې په خوله کښې داسې شېٔ واچَوې چې معدې ته وُرسې او هغه څيز بنيادم دَ دارو يا غذا په طور اِستعمالوې۔ يعنې دَ هغې دَ اِستعمال نه څهٔ قسم نفع يا لذّت حاصليږې او دَ هغې دَ اِستعمال نه دَ سليم الطبعَ انسان طبيعت نفرت نهٔ کوې اګر چې هغه شۓ ډير لږ وې، د َيَوې کُنځلی برابر وې۔ يا جماع وُکړې، يا لواطت وکړې۔ په جماع کښې دَ سَر خاص حصې ننَوتل کافې دې۔ دَ منې دَ وتلو ضرورت نشته نو په دې ټولو صورتونو کښې په هغهٔ باندې قضا او کفّاره دواړه واجب دې۔ ليکن دا شرط دې چې جماع دَ دسې ښځې سره شوې وې۔ چې هغه دَ جماع قابله وې، ډيره کم عمره نهٔ وې چې دَ جماع صلاحيّت ورکښې نه شې مونتې۔
نمبر۱۳۔ که يوه ښځه په نابالغه هلک يا مجنون باندې جماع وُکړې نو په هغه ښځه قضا او کفّاره دواړهٔ واجب دې۔
نمبر۱۴۔ په جماع کښې دَ نر او ښځې دواړو عاقل کيدل شرط نه وې۔ که يو مجنون وې ا وبل عاقل نو په وعاقل باندې قضا او کفّاره واجب ده۔
نمبر۱۵۔ دَ خوب په حالت کښې دَ منې په وتلو باندې چې”احتلام“ ورته وئیلې شې، روژه نهٔ ماتيږې۔ که چا بغير دَ غُسل کولو نه روژهٔ وُنيوه۔ نو روژهٔ ېٔ صحيح ده۔ همدغه شان که دَ ښځې په ليدو يا دَ ښځې دَ څهٔ خاص اندام په ليدو يا دَ هغې په تصوّر کولو باندې منې خارجه شې هم ېٔ روژهٔ نه ماتيږې۔
(دريئمه برخه ختم شوه)