اوله برخه

بنيادی عقيدې چې ايمان پرې راوړل ضروری دی۔
عقيده۔۱ دا دنيا دا زمکه آسمانونه اؤ څهٔ چې پهٔ دې دواړو کښې دی وړومبے دا هېڅ هم نهٔ وو صرف يو ذات دَ الله تعالیٰ وهٔ بيا دا ټول هر څهٔ الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت بغیر دَ چا دَ مدد اؤ شرکت نه پیدا کړل۔
عقیده۔۲ الله تعالیٰ یو دے هغه دَ چا محتاج نهٔ دے۔ نهٔ دَ هغهٔ نه څوک پیدا دی اؤ نهٔ هغه دَ چا نه پیدا دے ،نهٔ دَ هغهٔ څوک ښځه شته ۔اؤ نهٔ څوک ملګرے يا مقابل لری ۔
عقیده۳۔ هغه همېشه راسې دے اؤ همېشه به وی۔
عقیده۴۔ هېڅ څیز دَ هغهٔ پهٔ شان(مثل) نشته ، هغه دَ هر چا نه جدا (نرالا)دے۔
عقیده۵۔ هغه ژوندے دے۔ هر څیز دَ هغهٔ پهٔ قدرت کښې دے۔ هېڅ څیز دَ هغهٔ دَ علم نه بهر نهٔ دے هغه هر څهٔ وینی ،اوری، کلام فرمائی،لیکن دَهغهٔ خبرې کؤل زمونږ دَخبرو کؤلو پهٔ شان نهٔ دي، څهٔ چې غواړی کوی۔هېڅوک دَهغهٔ منع کؤنکے نشته۔ یواځې هغه دَعبادت لالٔق دے۔ دَهغهٔ هېڅوک شریک نشته ، پهٔ خپلو بندګانو مهربان دے۔ بادشاه دے، دَ ټولو عیبونو نه پاک دے۔ هم هغه خپل بندګان دَ ټولو افتونو نه بچ کوی، هم هغه عزت والا دے۔ لويیٔ والا دے، دَ ټولو څیزونو پیدا کؤنکے دے، دَ هغهٔ هېڅوک پیدا کؤنکے نشته، دَ ګناهونو بخښؤنکے دے، زورور دے، ډېر دَ ورکړې والا دے، روزی رسؤنکے دے، دَچا روزی چې وغواړی تنګه ېٔ کړی،اؤ دَ چا چې وغواړی زیاته ېٔ کړی، چا لره چې وغواړی ښکته ېٔ کړی اؤ دَ چا لره چې وغواړی وچت ېٔ کړی ،چاله چې وغواړی عزت ورکړی چاله چې وغواړی ذلت ورکړی ،انصاف والا دے۔ ډېر دَ تحمل اؤ برداشت والا دے۔ دَ خدمت اؤ عبادت قدر کؤنکے دے۔ دَ دعا قبلؤنکے دے۔ دَفراخیٔ خاوند دے۔هغه پهٔ ټولو باندې حاکم دے۔ پهٔ هغهٔ باندی هېڅوک حاکم نشته، دَهغهٔ هېڅ یو کار دَ حکمت نه خالی نهٔ دے۔هغه دَ هر چا کار جوړؤنکے دے، هم هغهٔ ټول خلق پیدا کړی دی اؤ هغه به ېٔ پهٔ قیامت کښې بیا پیدا کوی،هم هغه ژوند ورکوی اؤ مرګ راولی،هغه پهٔ نخښو اؤ صفتونو سره ټول پیژنی دَهغهٔ دَ ذات باریکی هېڅوک نهٔ شی معلومؤلے۔ دَ ګناهګارو توبه قبلوی، څوک چې دَ سزا قابل وی هغوی له سزا ورکوی۔ هم هغه هدایت ورکوی۔ پهٔ جهان کښې چې څهٔ کیږی دَ هغهٔ پهٔ حکم سره کیږی، دَ هغهٔ دَ حکم نه بغیر یوه ذره خوزېدلې نهٔ شی۔ نهٔ هغه وودهٔ کیږی، نهٔ جوټه خوری، هغه دَ تمام عالم پهٔ حفاظت نهٔ ستړې کیږی، هم هغهٔ ټول څیزونه راټینګ کړی دی۔ دغه شان ټول ښهٔ اؤ دَ کمال صفتونه هغهٔ ته حاصل دی اؤ دَ نقصان اؤ بدوالی هېڅ یو صفت پهٔ هغهٔ کښې نشته، نهٔ پهٔ هغهٔ کښې څهٔ عیب شته۔
عقیده۶۔ دَ هغهٔ ټول صفتونه دَ همېشه راسې دی اؤ همېشه به وی اؤ دَ هغهٔ هېڅ یو صفت چرې ختمېدے نهٔ شی۔
عقیده۷۔ دَ مخلوق دَ صفتونو نه هغه پاک دے اؤ پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې چې بعضې ځائې دَ داسې خبرو خبر ورکړې شوے دے نو دَ هغې دَ معنیٰ تلاش نهٔ دے پکار ،چې څهٔ ترې دَ الله تعالیٰ اؤ دَ رسول ﷺ مراد وی هغه صحيح دے ۔ اؤ مونږ پهٔ هغې ایمان راؤړو اؤ یقین کوؤ ۔ اؤ هم دا خبره بهتره ده ۔ یا دَ دې څهٔ مناسبه معنیٰ لټول پکار دی چې شک ترې لرې شی۔
عقیده۸۔ پهٔ دنیا کښې چې څهٔ ښهٔ بد کیږی هغه ټول الله تعالیٰ ته پخوا راسې معلوم دی اؤ دَ خپل علم موافق هغه پیدا کوی، تقدیر هم دَدې نوم دے۔ اؤ دَ بدو څیزونو پهٔ پیدا کؤلو کښې هم ډېر رازونه دی چې پهٔ هغې هر څوک نهٔ پوهیږی۔
عقده۹۔ بندګانو ته الله تعالیٰ پوهه اؤ اراده ورکړے ده چې هغې سره هغوی دَ ګناه اؤ ثواب کارونه پهٔ خپل اختیار سره کوی۔ خو بندګانو ته دَ څهٔ کار دَ پیدا کؤلو قدرت نشته ۔ دَ ګناه پهٔ کار الله تعالیٰ ناراضه کیږی اؤ دَ ثواب پهٔ کار خوشحالیږی۔
عقیده۱۰۔ الله تعالیٰ بندګانو ته دَ داسې کار حکم نهٔ دے ورکړے کوم چې بندګان نهٔ شی کؤلے۔
عقیده۱۱۔ هېڅ یو څیز دَ الله پهٔ ذمه ضروری نهٔ دے هغه چې څهٔ مهربانی کوی دَ هغهٔ فضل دے۔
عقیده۱۲۔ ډېر دَ الله تعالیٰ رالېږلی شوی پېغمبران بندګانو ته دَ نېغې لارې ښودلو دپاره راغلی دی اؤ هغوی ټول دَ ګناهونو نه پاک دی۔ دَ هغوی پوره شمېر یواځې الله تعالیٰ ته معلوم دے۔ دَ هغوی دَ رښتینولیٔ ښودلو دپاره الله تعالیٰ دَ هغوی پهٔ لاسونو داسې نوې نوې اؤ مشکلې مشکلې خبرې ظاهرې کړے وے چې نور خلق ېٔ نهٔ شی کؤلے، داسې خبرو ته معجزه وائی۔ پهٔ هغو کښی ټولو نه وړومبے آدم علیه السلام وهٔ۔ اؤ دَ ټولو نه وروستو حضرت محمد ﷺ اؤ باقی پهٔ مینځ کښې راغلی دی۔ پهٔ هغوی کښې بعضې ډېر مشهور دی لکه حضرت نوح علیه السلام، ابراهیم علیه السلام، اسحاق علیه السلام، اسماعیل علیه السلام، یعقوب علیه السلام،یوسف علیه السلام،داؤد علیه السلام، سلیمان علیه السلام، ایوب علیه السلام، موسیٰ علیه السلام،هارون علیه السلام، زکریا علیه السلام،یحییٰ علیه السلام،عیسیٰ علیه السلام، الیاس علیه السلام، الیسع علیه السلام، یونس علیه السلام،لوط علیه السلام، ادریس علیه السلام ،ذوالکفل علیه السلام ، صالح علیه السلام، هود علیه السلام، اؤشعیب علیه السلام۔
عقیده۱۳۔ دَ ټولو پېغمبرانو شمېر الله تعالیٰ چاته نهٔ دے ښودلے ، دې وجې نه داسې عقیده ولریٔ چې الله تعالیٰ څومره پېغمبران رالېږلی دی مونږ پهٔ هغه ټولو باندی ایمان راؤړو کوم چې مونږ ته معلوم دی پهٔ هغوي هم، اؤ کوم چې معلوم نهٔ دی پهٔ هغوی هم۔
عقیده۱۴۔ پېغمبرانو کښې دَ بعضو مرتبه دَ بعضو نه وچته ده۔ دَ ټولو نه وچته مرتبه زمونږ دَ پېغمبر حضرت محمد ﷺ ده اؤ دَ هغوی نه پس څوک نوے پېغمبر نهٔ شی راتلې۔ تر قیامته پورې چې څومره بنی آدم اؤ پېریان دی نبی اکرمﷺ دَ ټولو پېغمبر دے۔
عقیده۱۵۔ زمونږ پېغمبرﷺ الله تعالیٰ پهٔ ویښه دَ بدن سره دَ مکې مکرمې نه تر بیت المقدسه اؤ دَ هغه ځائې نه ووهٔ (۷) واړو آسمانونو ته اؤ دَ هغه ځائې نه کوم ځائې پورې چې الله ته منظوره وه ورسؤلو اؤ بیا ېٔ مکې مکرمې ته را ورسؤلو۔ دې ته معراج شريف وائی۔
عقیده۱۶۔ الله تعالیٰ څهٔ مخلوقات دَ نور نه پیدا کړی دی اؤ هغه ېٔ زمونږ دَ نظر نه پټ کړی دی هغوی ته فرښتې وائی۔ ډېر کارونه هغوی ته حواله دی، هغوی پهٔ هغې کښې لګیا دی۔ پهٔ هغوی کښی څلور فرښتې ډېرې مشهورې دی۔ حضرت جبرائیل علیه السلام، حضرت میکائیل علیه السلام، حضرت اسرافیل علیه السلام اؤ حضرت عزرائیل علیه السلام۔الله تعالیٰ څهٔ مخلوق دَ اور نه پیدا کړے دے هغه هم مونږ ته نهٔ ښکاری هغوی ته پېریان وائی۔ پهٔ هغوی کښې نیک اؤ بد هر قسمه وی دَ هغوی اولاد هم وی، پهٔ هغوی ټولو کښې زیات مشهور شرارتی ابلیس یعنی شیطان دے۔
عقیده۱۷۔ مسلمان چې کله ډېر عبادت کوی اؤ دَ ګناهونو نه ځان ساتی اؤ دَ پېغمبر علیه السلام پهٔ هر شان پوره تابعداری کوی نو هغه دَ الله دوست اؤ محبوب شی داسې کس ته ولی وائی۔ دَ داسې کس نه کله داسې خبرې څرګندیږی کومې چې دَ نورو خلقو نه نهٔ شی کېدے، دغه خبرو ته کرامت وائی۔
عقیده۱۸۔ ولی کهٔ هر څومره لوئے درجې ته ورسی خو دَ نبی سره برابرېدے نهٔ شی۔
عقیده۱۹۔ کهٔ دَ الله هر څومره خوښ شی خو تر څو پورې چې هوش اؤ حواس ئې باقی وی دَ شرعې پابند وسېدل پرې فرض دی۔ نمونځ ، روژه اؤ هېڅ عبادت ورته نهٔ معاف کیږی۔ کومې چې دَ ګناه خبرې دی هغه ورله جائز کېدے نهٔ شی۔
عقیده۲۰۔ څوک چې دَ شریعت نه خلاف وی هغه ولی نهٔ شی کېدے ۔ کهٔ چرې دَ هغهٔ دَ لاس نه څهٔ نا اشنا کار وشی نو هغه کرامت نهٔ دے۔ یا خو هغه جادو دے یا نفسانی اؤ شیطانی ټګی ده۔پهٔ هغې عقیده ساتل نهٔ دی پکار۔
عقیده۲۱۔ ولیانو ته بعضې دَ راز خبرې پهٔ خوب کښی یا پهٔ ویښه معلومیږی۔ دې ته کشف اؤ الهام وائی کهٔ چرې هغه دَ شرع موافق وی نو قبولې دی اؤ کهٔ چرې دَ شرعې نه خلاف وی نو رد دی۔
عقیده۲۲۔ الله تعالیٰ اؤ رسول اللهﷺ دَ دین ټولې خبرې پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې خلقو ته ښودلې دی۔ اوس څهٔ نوې خبره پهٔ دین کښې راوېستل ټهيک نهٔ دی۔ داسې نوې خبرې ته بدعت وائی۔ بدعت ډېره لویه ګناه ده۔
عقیده۲۳۔ الله تعالیٰ ډېر کتابونه لوئے واړهٔ دَ آسمان نه دَ جبرائیل علیه السلام پهٔ ذریعه پهٔ ډېرو پېغمبرانو باندې نازل کړی دی۔ چې هغوی خپلو خپلو اُمتونو ته ترې دَ دین خبرې واؤروی۔ پهٔ هغې کښې څلور کتابونه ډېر مشهور دی۔ تورات حضرت موسیٰ علیه السلام ته ملاؤ شوے دے، زبور حضرت داؤ‎د السلام ته، انجیل حضرت عیسیٰ علیه السلام ته اؤ قران مجید زمونږه پېغمبر حضرت محمد ﷺ ته ملاؤ شوے دے۔اؤ قران مجید اخری کتاب دے۔اوس به هېڅ یو کتاب دَ اسمان نه نهٔ راځی تر قیامته پورې به دَ قران پاک حکم چلیږی۔ نورو کتابونو کښې ګمراهانو خلقو ډېر بدلون راوستې دے۔ خو دَ قران مجید دَ حفاظت وعده الله تعالیٰ کړے ده دا څوک بدلؤلے نهٔ شی۔
عقیده۲۴۔ زمونږ پېغمبرﷺ چې کومو کومو مسلمانانو لیدلے دے هغوی ته صحابی وائی۔ دَ هغوی ډېر صفتونه بیان شوی دی دَ هغوی ټولو سره مينه اؤ ښهٔ ګومان ساتل پکار دے۔ کهٔ چرې دَ هغوی پهٔ خپلو کښې څهٔ جنګ جګړه واورﺉ نو هغه هېره اؤ خطا وګڼیٔ هغوی ته هېڅ بد مهٔ واییٔ۔ پهٔ هغوی ټولو کښې دَ ټولو نه وچت څلور صحابهؓ دی۔ يو حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه دے دَ حضورﷺ نه پس دَ هغوی پهٔ ځائې کښیناستو اؤ دَ دین بندوبست ېٔ وکړو۔ دې وجې نه دوی ته اول خلیفه وئیلې کیږی۔ پهٔ ټول امت کښې دوی دَ ټولو نه بهتر دی۔ دَ دوی نه پس حضرت عمررضی الله تعالیٰ عنه ، دا دویٔم خلیفه دے۔ دَ دوی نه پس حضرت عثمان رضی الله تعالیٰ عنه، دا دریٔم خلیفه دے۔ دَ دوی نه پس حضرت علی رضی الله تعالیٰ عنه دے دا څلورم خلیفه دے۔
عقیده۲۵۔ دَ صحابی رضی الله تعالیٰ عنه دومره لویه مرتبه ده چې دَ لوئے نه لوئے ولی هم دَ ادنیٰ درجې دَ صحابی مرتبې ته نهٔ شی رسېدے۔
عقیده۲۶۔ دَ پېغمبر علیه السلام اولاد اؤ بیبیانې ټول دَ تعظیم لائق دی اؤ پهٔ اولاد کښې ېٔ دَ ټولو نه لویه مرتبه دَ حضرت فاطمې رضی الله تعالیٰ عنها ده۔ اؤ پهٔ بیبیانو کښې دَ حضرت خدیجې رضی الله تعالیٰ عنها اؤ حضرت عائشه رضی الله تعالیٰ عنها(مرتبه وچته ده)۔
عقیده۲۷۔ ایمان هله درست کیږی چې الله اؤ رسولﷺ پهٔ ټولو خبرو کښې رښتونے وګڼی ، پهٔ هېڅ يو خبره کښې ېٔ شک يا انکار نهٔ وی۔ دَ الله اؤ رسول پهٔ څهٔ خبره کښې شک کؤل یا ورته دروغ وئیل یا پهٔ هغې کښې عیب راوېستل یا هغې سره ټوقې کؤل، دې ټولو خبرو سره ایمان ځی۔
عقیده۲۸۔ دَ قرآن اؤ حدیث واضح اؤ څرګند مطلب نهٔ منل اؤ دَ ځان نه اړو پېچ خبرې جوړؤل دَ بد دینیٔ خبره ده۔
عقیده۲۹۔ دَګناه کار حلال ګڼلو سره ایمان خرابيږی۔
عقیده۳۰۔ ګناه کهٔ هر څومره لویه وی تر څو پورې چې هغه بده ګڼی ایمان ورسره نهٔ ځی البته کمزورے کیږی۔
عقیده۳۱۔ دَ الله تعالیٰ نه بې ویرې کېدل یا نا امیده کېدل کفر دے۔
عقیده۳۲۔ دَ چا نه دَ غیب دَ خبرو تپوس کؤل اؤ پهٔ هغې باندې یقین کؤل کفر دے۔
عقیده۳۳۔ دَ غیبو حال باندې سوا دَ الله تعالیٰ نه نور هېڅوک نهٔ پوهیږی۔ البته پېغمبرانو ته پهٔ وحی سره اؤ ولیانو ته پهٔ کشف اؤ الهام سره اؤ عامو خلقو ته پهٔ نخښو سره بعضې خبرې معلومې هم شی۔
عقیده۳۴۔ چا خاص کس ته کافر وئیل یا پرې لعنت کؤل لویه ګناه ده۔البته داسې وئيلے شی چې پهٔ ظالمانو دې لعنت وی، پهٔ دروغژنو دې لعنت وی۔ البته دَ چا متعلق چې رسول ﷺ دَ کفر خبر ورکړے دے اؤ لعنت ېٔ ورباندې وئيلے دے هغوی ته کافر، ملعون وئیل جائز دی۔
عقیده۳۵۔ هر کله چې بنیادم مړ شی کهٔ چرې ښخ کړې شی نو دَ ښخؤلو نه پس، اؤ کهٔ ښخ نهٔ کړې شی نو پهٔ کوم حال کښې چې وی هغهٔ له دوه فرښتې راځی چې یو ته منکر اؤ بل ته نکیر وائی۔هغوی ترې تپوس کوی چې ستا رب څوک دے، ستا دین څهٔ دے اؤ دَ حضرت محمدﷺ پهٔ باره کښې ترېنه تپوس کوی ۔ چې دا څوک دے؟ کهٔ چرې مړے ایماندار وی نو صحیح ځواب به ورکړی۔ بیا دَ هغهٔ دپاره هر قسمه آرام دے۔ دَ جنت طرف ته ورته کړکۍ بيرته کړی چې پهٔ هغې کښې یخه یخه هوا اؤ خوشبوئی راځی اؤ دې دَ مزې پروت وی وودهٔ وی۔ اؤ کهٔ چرې مړے ایماندار نهٔ وی نو هغه دَ ټولو خبرو پهٔ ځواب کښې هم دا وائی چې ما ته هېڅ پته نشته۔ بیا پهٔ هغهٔ باندې ډېره سختی اؤ عذاب تر قیامته پورې وی۔ اؤ بعضې کسان الله تعالیٰ دَ دې امتحان نه معاف کړی۔ خو پهٔ دې ټولو خبرو باندې مړے پوهیږی۔ مونږه خلق ئې نهٔ وینو۔ لکه وودهٔ بنده پهٔ خوب کښې هر څهٔ وینی اؤ ویښ بنیادم دَ هغهٔ پهٔ خوا کښې بے خبره ناست وی۔
عقیده۳۶۔ دَ مرګ نه پس هره ورځ سحر اؤ ماښام مړی ته خپل ځائې ښودلے شی۔ جنتی ته جنت ښودلو سره خوشخبری ورکوی اؤ دوزخی ته دَ دوزخ پهٔ ښودلو سره نور هم افسوس ورولی۔
عقیده۳۷۔ مړی دپاره دعا کؤلو سره اؤ دَ څهٔ خیر خیرات وربخښلو سره هغهٔ ته ثواب رسی اؤ دې سره هغهٔ ته ډېره فائده کیږی۔
عقیده۳۸۔ الله اؤ رسولﷺ چې دَ قیامت څومره نخښې ښودلے دی ټولې به ضرور ښکاره کیږی۔امام مهدی علیه السلام به ظاهریږی اؤ ښهٔ پهٔ انصاف سره به بادشاهی کوی۔ کاڼه(یو سترګې والا) دجال به راځی، اؤ پهٔ دنیا کښې به ډېر فساد خوروی۔ دَ هغهٔ دَ وژلو دپاره به حضرت عیسٰی علیه السلام دَ آسمان نه راکوزیږی اؤ هغه به وژنی۔ یاجوج ماجوج ډېر زورور خلق دی هغوی به پهٔ ټوله زمکه باندې خوارهٔ شی اؤ ډېره تباهی به جوړه کړی بیا به دَ الله پاک پهٔ قهر سره هلاک شی۔ یو عجیبه قسم ځناور به دَ زمکې نه را ووځی اؤ خلقو سره به خبرې کوی۔ دَ قبلې طرف نه به نمر راخیژی۔ قران مجید به وچت کړې شی اؤ دَ دې نه علاوه نور ډېر کارونه به کیږی۔
عقیده۳۹۔ هر کله چې ټولې نخښې پوره شی نو دَ قیامت بندوبست به شروع شی۔ اسرافیل علیه السلام به دَ الله پهٔ حکم سره شپیلۍ پوک وهی۔ دا شپیلۍ یو ډېر لوئے څیز دَ ښکر پهٔ شکل دے۔ دَ دې پهٔ پوکلو سره به ټوله زمکه اؤ آسمان وچوی اؤ ټوټې ټوټې به شی۔ ټول مخلوقات به مړهٔ شی اؤ څوک چې مړهٔ شوی دی دَ هغوی روحونه به بې هوشه شی۔ یوه موده به پهٔ دې حالت کښې تېره شی۔
عقیده۴۰۔ بیا چې کله الله تعالیٰ ته منظوره شی چې ټول مخلوق بیا پیدا شی نو دویٔم ځل به شپیلۍ وپوکلے شی۔ هغې سره به بیا ټول مخلوقات راپیدا شی، مړی به ژوندی شی، اؤ دَ قیامت پهٔ میدان کښې به ټول راجمع شی اؤ دَ هغه ځائې دَ تکلیفونو نه به پرېشانه شی نو ټول به پېغمبرانو ته دَسفارش کؤلو دپاره ورشی اخر زمونږه پېغمبرﷺ به سفارش وکړی۔ تله به ودرؤلے شی۔ ښهٔ اؤ بد عملو نه به وتللې شی، دَ هغې حساب به کیږی، بعضې به بې حسابه جنت ته ځی۔ دَ نیکانو خلقو له به عمل نامه به پهٔ ښی لاس کښې اؤ بدانو له به پهٔ ګس لاس کښې ورکړې شی۔ پېغمبر ﷺ به پهٔ خپل امت باندې دَ حوضِ کوثر اوبهٔ څښوی کومې چې به دَ پیو نه زیاتې سپینې اؤ دَ ګبين نه زیاتې خوږې وی۔ پهٔ پل صراط باندې به تلل وی۔ کوم چې نیکان خلق دی هغوی به دَ هغې نه پورې وځی اؤ جنت ته به ورسی اؤ څوک چې ګناهګار وی هغوی به دَ هغې نه پهٔ دوزخ کښې پرېوځی۔(پل صراط دَ دوزخ دَ پاسه جنت ته تېر شوے پل دے)
عقیده۴۱۔ دوزخ پیدا شوے دے۔ پهٔ هغې کښې ماران،لړمانان،اؤ قسما قسم عذابونه دی پهٔ دوذخیانو کښې چې پهٔ چا کښې لږ شان ایمان هم وی هغوی به دَ خپلو عملونو سزا خوړلو نه پس دَ پېغمبرانو اؤ بزرګانو پهٔ سفارش سره را ووځی اؤ جنت ته به داخل شی خواه کهٔ هر څومره زیات ګناهګاران وی۔ اؤ څوک چې کافران اؤ مشرکان دی هغوی به پهٔ هغې کښې همېشه پاتې شی اؤ هغوی له به مرګ نهٔ راځی۔
عقیده۴۲۔ جنت هم پیدا شوے دے اؤ پهٔ هغې کښې قسما قسم آرام اؤ نعمتونه دی پهٔ جنتیانو به هېڅ قسمه ویره اؤ غم نهٔ وی۔ اؤ هغوی به پهٔ هغې کښې همېشه وسیږی نهٔ به دَ هغې نه وځی اؤ نهٔ به هلته مړهٔ کیږی۔
عقیده۴۳۔ الله تعالیٰ ته اختیار دے چې پهٔ وړه ګناه سزا ورکړی یا لویه ګناه پهٔ خپلې مهربانیٔ سره معاف کړی اؤ پهٔ هغې باندې بالکل سزا ور نهٔ کړی۔
عقیده۴۴۔ دَ شرک اؤ کفر ګناه الله تعالیٰ چرې چاته نهٔ معاف کوی اؤ دَ دې نه سوا نور ګناهونه چاته چې وغواړی پهٔ خپلې مهربانیٔ سره به ېٔ معاف کړی۔
عقیده۴۵۔ دَ کومو خلقو نومونه چې الله تعالیٰ اؤ رسولﷺ اخستی دی اؤ جنتیان ېٔ ورته وئیلی دی دَ هغوی نه سوا دَ بل چا دَ جنتی کېدلو یقینی حکم نهٔ شی لګؤلے البته پهٔ ښهٔ نخښو لیدلو سره ښهٔ ګومان ساتل اؤ دَ رحمت امید لرل ضروری دی۔
عقیده۴۶۔ پهٔ جنت کښی دَ ټولو نه لوئے نعمت دَ الله تعالیٰ دیدار دے۔ کوم چې به جنتیانو ته نصیب کیږی دَ هغې پهٔ لذت کښې به ټول نعمتونه معمولی ښکاری۔
عقیده۴۷۔ پهٔ دنیا کښې پهٔ ویښه پهٔ دې سترګو سره الله تعالیٰ چا لیدلے نهٔ دے اؤ نه ېٔ څوک لیدلے شی۔
عقیده۴۸۔ کهٔ ټول عمر څوک هر څومره نیک یا بد وی خو پهٔ کوم حالت چې ېٔ خاتمه وشی دَ هغې موافق ورته ښهٔ یا بده بدله ملاویږی۔
عقیده۴۹۔ بنیادم چې پهٔ ټول عمر کښې کله توبه وکړی یا مسلمان شی نو دَ الله پهٔ نزد قبلیږی۔ البته دَ مرګ وخت کښې کله چې ساه پهٔ وتو شی اؤ دَ عذاب فرښتې ورته ښکاره شی نو هغه وخت نهٔ توبه قبلیږی اؤ نهٔ ایمان۔
دَ کفر اؤ شرک کارونه
کفر خوښؤل، دَ کفر کارونو ته ښهٔ وئیل، پهٔ بل چا دَ کفر څهٔ کار کؤل۔ پهٔ څهٔ وجه خپل ايمان باندې ستومانه کيدل، چې کهٔ مسلمان نهٔ وے نو دا کار به شوے وهٔ۔ دَ اولاد پهٔ مرګ يا بل څهٔ غم کښې داسې وئیل چې”بس الله پاک هم دې مړ کؤلو۔ پهٔ ټوله دنيا کښې يو دَ دهٔ مرګ پاتې وهٔ؟ الله پاک ته داسې نهٔ وو پکار ۔ داسې ظلم چا نهٔ دې کړے لکه چې الله پهٔ ما وکړو“۔دَ الله اؤ رسولﷺ څهٔ حکم ته بد وئیل اؤ عيب پکښې راوېستل۔ دَ نبیﷺ يا فرښتې سپکاوې کؤل، دَ چا بزرګ يا پير متعلق دا خيال ساتل چې دې زما د هر حال نه پهٔ هر وخت کښې ضرور خبريږی۔ دَ نجومی يا پنډت يا پېريانو نه دَ غيبو خبرې تپوسل اؤ دَ هغوی پهٔ وینا يقين کؤل۔ دَ څهٔ زوړ کتاب نه فال کتل اؤ پهٔ هغې يقين کؤل۔ چا بزرګ يا پير مړ يا ژوندی ته دَ لرې نه آواز کؤل پهٔ دې خيال چې هغه ېٔ اوری دَ الله تعالیٰ نه علاوه بل څوک دَ نفعې اؤ نقصان مالک ګڼل۔ دَ چانه مرادونه غوښتل۔ دَ رزق فراخی يا اولاد غوښتل۔ دَ چا پهٔ نوم روژه نيؤل۔ چا ته سجده کؤل، دَ چا پهٔ نوم ځناور پرېښؤل يا حلالؤل، دَ چا پهٔ نوم نذر منل، دَ چا دَ قبر يا کور نه چاپېره چورلېدل، دَ الله دَ حکم مقابله کښې دَ بل چا خبره يا څهٔ رواج وړاندې کؤل، دَ چا پهٔ مخکښې تعظيم دپاره سر ټيټؤل، يا ايغ نېغ لکه دَ بُت ودرېدل)، (معمولی ادب دَ چا مشر پهٔ راتلو پاڅېدل اؤ دَ هغهٔ دَ ناستی نه پس کښېناستل خير دی)
دَ چا پهٔ نوم چيلې قربانؤل، دَ چا په نوم څاروے ذبح کؤل، پېريانو ديوانو ته دَ پرېښؤلو دپاره نذرانه ورکؤل يا څهٔ شے حلالؤل، دَ وړوکی دَ ژوندی پاتې کېدو په غرض دَ هغهٔ نوم (نال) ته سجده کؤل، دَ الله نه علاوه بل چا نه امداد غوښتل، دَ څهٔ ځائې دَ کعبی شريفې هومره عزت کؤل،دَ چا دَ غلامیٔ دَ نخښی په طور دَ وړوکی پوزه غوږ سورې کؤل، والۍ اؤ کړۍ ورکښې اچؤل، دَ چا دَ نوم پيسه په مټ يا مزې پهٔ غاړه کښې اچؤل ، څهره تړل، څړیٔ پرېښؤل،اوږیٔ پهٔ غاړه کؤل، وړوکی دَ چا فقير کؤل، علؔی بخش يا حسين بخش يا عبدالنَّبی يا نبل داسی نوم کښېښؤل، په څهٔ ځناور دَ چا بزرګ نوم کښېښؤل اؤ بيا دَ هغه ځناور عزت کؤل، دَ دنيا کار کښې دَ ستورو اثر باندې يقين کؤل، دَ بختور اؤ سپيرهٔ تاريخ تپوس کؤل، بد فالی نيؤل، څهٔ وريځ مياشت يا تاريخ سپيرهٔ ګڼل، دَ چا بزرګ دَ نوم وظيفه کؤل، دا وينا”چې کهٔ الله اؤ رسولﷺ وغواړی نو دا کار به وشی“(يواځې الله يادؤل پکار دی)،دَ چا بنيادم دَ سر قسم خوړل، يا دَ چا پهٔ نوم قسم خوړل، (قسم دَ الله پهٔ نوم پکار دے)، تصويرونه ساتل، دَ چا مشر تصوير کور کښې دَ برکت يا عزّت په خيال کښېښؤل۔
ځنی غټ ګناهونه
(الله پاک اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ چې مونږ ته دَ کوم کار کؤلو حکم راکړے دے۔ دَ هغې کؤل ضروری دی۔ اؤ دَ کوم کار نه چې ېٔ منع کړے يو، دَ هغې نه ځان ساتل پکار دی۔ په هغې کښې داسې کارونه چې قران شريف يا مشهورو حديثونو کښې ېٔ څرګنده منع راغلے ده۔ ”حرام“ دی۔ داسې کار کؤل غټه ګناه ده۔ اؤ جائز ګڼل ېٔ کفر دے۔ ځنی کارونه داسې دی، چې جائز ګڼل ېٔ کفر خو نه دے، لېکن غټه ګناه ضرور ده۔ اؤ دَ ټولو نه ځان ساتل پکار دی۔ ځنی غټ ګناهونه دا دی)۔
دَ الله پاک سره شريک پيدا کؤل، پهٔ ناحقه مرګ کؤل، (هغه ښځې چې اولاد ېٔ نه کيږی اؤ دَ بلې ښځې دَ بچی مړ کؤلو دپاره کوډی کوی اؤ دَ خپل اولاد پيدا کؤلو کوشش کوی، نو دا هم يو قسم قتل دے، مور پلار ته تکليف رسؤل، زنا ، په معمولی شک په چا باندې دَ زنا تور پورې کؤل، ظلم کؤل، دَ يتيمانو مال خوړل، (داسې ښځې چې دَ خاوند په ټول مال قبضه وکړی، دَ خپلو وړو حق بې ځايه بربادوی هم په دې کښې شاملې دی)، جينکو ته په ميراث کښې حصه نهٔ ورکؤل، دَ چا پشی شا بد وئیل(غيبت کؤل)، دَ الله پاک دَ رحمت نه مايوسه کېدل، کړے وعده نهٔ پوره کؤل، په امانت کښې خيانت کؤل، دَ الله پاک فرض کړی کارونه لکه نمونځ، روژه، حج، زکوٰة، نهٔ پوره کؤل، ياد کړے قران هيرؤل، دروغ وئیل، دَ دروغو ګواهی کؤل، په دروغه قسم خوړل، دَ الله پاک دَ نوم نه علاوه په بل څهٔ قسم خوړل، يا دا وئیل چې”دَ مرګ په وخت مې دې کلمه روزی نه شی، بې ايمانه دې لاړ شم“، وغېره ، دَ الله پاک نه سوا بل چا ته سجده کؤل، بې عذره نمونځ کؤل، چا مسلمان ته کافره بې ايمانه لعنتی يا دَ الله دښمن وئیل،غلا کؤل، سود اخستل، دَ سودا نه پس په نرخ کښې کمے زياتې کؤل، دَ ښځو چا غير محرم سره (چي نکاح ېٔ ورسره جائز وی) په يواځې ځائې کښې کښېناستل، جواری کؤل،(په لوبو کښې شرط تړل هم جواری ده)، دَ کافرو رواجونه خوښؤل، ګډېدل،سندرې وئیل، اؤ دَ دې تماشه کؤل، دَ خوراک شی ته بد وئیل، سره دَ قدرت نه چا ته نصيحت نهٔ کؤل، څوک په ټوقو کښې بې پردې کؤل اؤ شرمؤل، يا ورپسې عيبونه راوېستل۔
ځنې بدعتونه اؤ ناکاره رواجونه
(الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ دَ دين ټولې خبرې مونږ ته ښیٔلی دی۔ هېڅ شے پاتې نهٔ دے۔ اوس دَ ځان نه داسې خبرې په دين کښې زياتؤل چې قرآن يا حديثونو کښې نهٔ وی ”بدعت“ دی۔ بدعت غټه ګناه ده۔ دَ دې نه علاوه دَ نورو مذهبونو ځنی رواجونه مسلمانانو کښې روان شوی دی۔ دغه هم بد کار دے ځنی بدعتونه اؤ ناکاره رواجونه دا دی۔
پهٔ قبرونو باندې مېلې لګؤل، چراغان کؤل، ډيوې بلؤل، دَ ښځې قبرونو له تلل، په قبرونو غلافونه غوړؤل، پاخهٔ چونه ګچ قبرونه جوړؤل، دَ بزرګانو دَ خوشحالؤلو په خيال دَ هغوی دَ قبرونو دَ حد نه زيات تعظيم کؤل، تعزيه يا قبر ښکلؤل، دَ قبر خاوره په ځان مښل، دَ قبر نه چاپېره چورلېدل، قبر ته سجده کؤل، دَ قبر طرف ته نمونځ کؤل، پهٔ قبر باندې خواږهٔ، وريژې،ګلګلې، چوری اچؤل، تعزئې يا جنډې جوړؤل، هغو ته سلام کؤل، په هغو خواږهٔ اچؤل، دَ کنډې دویٔمه نکاح بده ګڼل، پهٔ وادهٔ سنت يا ختم کښې چې طاقت ېٔ نه وی دَ رواجونو پوره کؤلو دپاره قرض اخستل يا ورباندې ډمې ګډؤل اؤ سندرې وئيل، دَ هولیٔ يا ديوالیٔ رواجونه کؤل، دَ السَّلام عليکم پهٔ ځائې بندګی وئیل، يا تش دَ ټيټېدو سره په سر لاس کښېښؤل، په نسب فخر کؤل، په آخرت کښې عذاب نه خلاصی دپاره صرف دا کافی ګڼل چې دَ لوئے سړی اولاد دی اؤ خپله څهٔ نيک کار نهٔ کؤل، دَ چا په نسب بد ويئل، کار کسب بد ګڼل، دَ چا دَ حد نه زياته خوشامندی کؤل، دَ مړی دریٔمه، يا څلویښتی ضروری ګڼل، (خيرات دپاره څهٔ خاص وخت نشته، چې کله چا وکړو ښهٔ دے)۔
خاص دَ ښځو دپاره۔
دَ امامانو مياشت کښې سور زړوکے نهٔ اغوستل، يا سړو سره نهٔ نژدے کېدل، يا نکريزې ، دنداسه وغېره نهٔ کؤل، دَ بی بی خيرات سړو ته نهٔ ورکؤل، (بلکې دا خيرات کول په شريعت کښې په دی طريقه منع دی سړو ته هم اؤ ښځو ته هم)، دَ ليور، جيمه، ترور ځوئ، ماما ځوئ يا بل غير محرم رشته دار مخکښې بی پردې راتلل، (غير محرم هغه دی چې نکاح ورسره جائز وی)، سندری وئیل اؤ اورېدل، سندر غاړو ډمو ته پيسې ورکؤل، په ودونو کښې فضول خرچی کؤل، دَ هندوانو رواجونه کؤل، دَ وادهٔ ځلمی ته ريښمينې يا نورې خلاف شرع جامې اغوستؤل، دَ وادهٔ ځلمی ته څهره تړل يا نکريزی لګؤل، په ودونو کښې آتشبازی کؤل دَ وادهٔ ځلمی دَ ښځو مينځ نه راننوېستل، يا ورته دَ ښځو پټ پټ کتل، لوئے خښينی دَ لېور مخکښې بې پردې راتلل، دَ ناوے دَ ملاستې ځائې ته نژدے کېدل، اؤ دَ هغویی خبری په پټه اورېدل، ناوے په ګُټ کښې داسی بنده کښېنؤل چې نمونځونه تری قضا شی، دَ لويیٔ دَ پاره مهر دومره زيات تړل، چې دَ سړی دَ طاقت نه بهر وی، په
غم کښې په چغو چغو ژړل اؤ مخ سر وهل ، په ستائینو ژړل، دَ مړی دَ کور کوزی، منګی يا نور لوښی کودی ماتؤل، کومې جامې چې دَ مړی سره لګېدلی وی، هغه خواه مخواه وينځل، تر څلويښتیٔ يا کالهٔ په هغه کور کښې دَ خوشحالیٔ څهٔ نهٔ کؤل، په خاصو تاريخونو غم بيا تازه کؤل، لکه جمعه اؤ اخترونو باندې، ساده جامې بدی ګڼل اؤ ډېر ډول سنګار کؤل، دَ سرو يا سپينو زرو سلائی، سرمه دانیٔ اؤ عطردان جوړؤل، په مکان کښې تصويرونه کښېښؤل، ډېرې نریٔ باريکې جامې اغوستل چې بدن په کښې ښکاری شڼيدونکی کالی اچؤل، ګونګرو تړل، دَ سړو جمعو ته تلل لکه ميلو کښې يا محرم کښې، دَ سړیو په شان ډول ډال جوړؤل، دَ مکان ښائسته کؤلو دَ پاره په ديوالونو نقشی (تصويرونه) آويزاندؤل۔
سفر ته تلو يا راتلو په وخت کښې دَ غير محرم سره غاړه وتل، دَ ژوندی پاتې کېدو په خيال دَ هلک پوزه غوږ سورې کؤل، هلکانو ته دالیٔ يا ريښمی يا زيړی کپړې يا کالی اچؤل، وړوکی ته دَ نهٔ ژړېدو دپاره افيم ورکؤل وغېره۔
دَ ګناهونو دنياوی نقصان
دَ علم نه محروم کېدل، دَ روزیٔ کمېدل، دَ الله دَ يادو نه بې پروا کېدل، دَ نيکو بنديانو نه بې پروا کېدل، په کارونو کښې ېٔ مشکلات پيدا کېدل، پهٔ زړهٔ کښې ېٔ صفائی نه پاتی کېدل، زړهٔ اؤ اکثر تمام بدن کمزورے کېدل، دَ عبادت نه محروم کېدل، دَ عمر کمېدل، دَ توبې همت نهٔ پيدا کېدل، څهٔ موده پس دَ ګناه بدی دَ زړهٔ نه وتل، دَ الله په دربار کښې ذليل کېدل، نورو خلقو ته تری نقصان رسېدل، اؤ دَ خلقو پرې لعنت ويئل، پهٔ عقل کښې ېٔ نقصان راتلل، دَ رسول اللهﷺ دَ طرف نه پرې لعنت وئیلې کېدل، دَ فرشتو دَ دُعا نه بی برخې کېدل، په پيداوار کښې ېٔ کمے راتلل، بې شرمه اؤ بې غیرته کېدل، دَ هغهٔ دَ زړهٔ نه دَ الله پاک لوئی وتل، دَ الله نعمتونه ترېنه واپس کېدل، په مصيبتونو اخته کېدل، ورباندې دَ شيطان مقررېدل، دَ زړهٔ پهٔ پريشانیٔ اخته کېدل، دَ مرګ په وخت دَ کلمه طيبه نه بې برخې کېدل، دَ الله دَ رحمت نه مايوسه کېدل اؤ بې توبې مړ کېدل۔
دَ عبادت ځنی دنياوی فائدې:
دَ روزیٔ زياتېدل، پهٔ روزیٔ کښې ېٔ برکت پيدا کېدل، دَ تکليف اؤ غم لرې کېدل، مرادونه پوره کېدل، دَ خوشحالیٔ ژوند تېرؤل، دَ هر قسم مصيبت نه لرې کېدل، الله پرې مهربانه اؤ مددګار کېدل، فرشتو ته دَ الله له طرفه دَ هغهٔ دَ زړهٔ دَ مضبوطيا حکم ورکېدل، رښتونی عزت اؤ برکت موندل، دَ مرتبې وچتېدل، دَ ټولو په زړهٔ کښې دَ هغهٔ محبت پيدا کېدل، قران دَ هغهٔ په حق کښې شفا کېدل، کهٔ دَ مال تاوان ېٔ وشی دَ هغې ښهٔ بدله موندل، پهٔ نعمتونو کښې ېٔ ورځ پهٔ ورځ ترقی کېدل، مال ېٔ زياتېدل، دَ زړهٔ آرام اؤ خوشحالی ېٔ زياتېدل، مخکښې نسل ته ترې فائدہ رسېدل، په ژوند کښې ېٔ غيبی خوشحالی نصيب کېدل، دَ مرګ پهٔ وخت ورته دَ فرشتو خوشخبریٔ ورکؤل، مبارکبادیٔ ورکؤل، عمر ېٔ زياتېدل، دَ غريبیٔ اؤ لوږو تندو نه بچ کېدل، په لږ څيز کښې ېٔ زيات برکت پيدا کېدل، دَ الله پاک ترېنه راضی کېدل۔
کِتَابُ الطَّهَارَةِ
ځنی ضروری اصطلاحات
کوم خداوندی احکام چې بنيادمو ته دَ څهٔ کار متعلق شوی دی، دَ هغې اتهٔ(۸) قسمونه دی، (۱)فرض(۲)واجب(۳)سنّت(۴)مستحب(۵)حرام(۶)مکروهِ تحريمی(۷)مکروهِ تنزيهی(۸)مباح
فرض:
هغه دی چې پهٔ يقينی دليل ثابت وی، دَ هغې پرېښونکی بغير دَ څهٔ شرعی مجبوریٔ نه فاسق دی، اؤ دَ عذاب مستحق دی، اؤ څوک چې ترې انکار وکړی هغه کافر دی، بيا دَ فرضو دوه قسمه دی، فرضِ عين اؤ فرضِ کفايه۔
فرض عين:
هغه دی چې دَ هغې کؤل په هر چا ضروری دی، اؤ بغير دَ څهٔ شرعی عذر نه پرېښؤل ېٔ سخته ګناه اؤ دَ عذاب سبب دے، لکه پنځهٔ وخته نمونځ وغېره۔
فرض کفايه:
هغه دی چې کؤل ېٔ پهٔ هر چا ضروری نه وی، چې څو کسه ېٔ وکړی نو دَ ټولو غاړهٔ خلاصه شی ، اؤ کهٔ هيڅوک ېٔ هم ونهٔ کړی ، نو ټول به ګنهګار وی لکه دَ جنازې نمونځ وغېره۔
واجب:
هغه دی چې پهٔ يقينی دليل نهٔ وی ثابت بلکې څهٔ معمولی شک ورکښی پاتې وی، دَ هغې پرېښونکی بغير دَ څهٔ عذر اؤ بغير دَ څهٔ تاويل يا شهبی نه فاسق اؤ دَ عذاب مستحق دی البته انکار کؤنکی ته ېٔ کافر نهٔ شی وئیلې۔
سنّت:
هغه کار دے چې رسول الله ﷺ يا دَ هغهٔ اصحابوؓ کړے وی، دَ دې دوه قسمه دی، يو سنّتِ مؤکدّ اؤ بل سنّت غير مؤکدّ، سنّت مؤکدّ هغه فعل دے چې نبی کريمﷺ يا دَ هغهٔ اصحابوؓ همېشه کړے وی، اؤ بغير دَ څهٔ عذره ېٔ پریٔښی نهٔ وی، لېکن پرېښونکی ته ېٔ څهٔ زورنه نهٔ وي ورکړے، دَ دې حکم هم دَ عمل په اعتبار دَ واجبو په شان دے، يعنی بې عذره همېشه پرېښونکی ي فاسق اؤ ګهګار دی، اؤ دَ نبی کريمﷺ دَ شفاعت نه به محروم وی، البته کهٔ کله کله پاتې شی نو خیر دے، البته دَ واجبو پهٔ نهٔ کؤلو کښې ګناه زياته ده۔
سنّت غير مؤکدّ:
هغه کار دے چې حضور اکرمﷺ اؤ اصحابوؓ کړے وی خو کله کله ېٔ بغير له عذره پریٔښی هم وی، دَ دې پهٔ کؤلو کښې ثواب دے، اؤ نهٔ کؤنکی ي دَ عذاب مستحق نهٔ دی، دې ته ”سنتِ زائِده اؤ سنّت عاديه“ هم وئیلی شی۔
مستحب:
هغه فعل دے چې حضور اکرمﷺ يا اصحابوؓ کړے وی، خو همېشه يا ډېر ځله نه بلکې کله کله ېٔ کړے وی، دَ دې کؤنکی دَ ثواب مستحق دی اؤ نهٔ کؤنکی باندی ېٔ څهٔ ګناه نشته ، دې ته نفل، مندوب اؤ تطوع هم وئیلی شی۔
حرام:
هغه وی چې پهٔ يقينی دليل ثابت وی، دَ دې منکر کافر دے، اؤ بغير دَ څهٔ عذر نهٔ کؤنکی ېٔ فاسق اؤ ګنهګار دی۔
مکروه تحريمی:
هغه دی چې پهٔ يقينی دليل ثابت نهٔ دی، بلکې څهٔ شبه ورکښی وی، دَ دې نه انکار کؤنکی کافر نهٔ دی ، فاسق دی لکه دَ واجبو پهٔ شان، اؤ بغير دَ عذر نهٔ کؤنکی ېٔ ګنهګار اؤ دَ عذاب مستحق دی۔
مکروه تنزيهی:
چې دَ هغې په نهٔ کؤلو کښې ثواب وی، اؤ کؤلو کښې ېٔ څهٔ عذاب نهٔ وی۔
مباح:
هغه کار دے چې پهٔ کؤلو کښې ېٔ څهٔ ثواب نهٔ وی، اؤ په نهٔ کؤلو کښې څهٔ عذاب نه وی۔
دَ اوبو دَ استعمال احکام:
نمبر۔ا دَ داسې اوبو استعمال چې دَ هغې درے واړه صفتونه رنګ ،بویٔ، مزه، دَ پليتۍ په وجه بدله شوی وی پهٔ هېڅ شان جائز نهٔ دی۔ نهٔ ېٔ پهٔ څاروؤ څښؤل جائز دی، اؤ نهٔ ورباندې خټې کؤل يا بل څهٔ کار کښې استعمالؤل پکار دی، اؤ کهٔ درے واړه صفتونه ېٔ نه وی بدل شوی يو يا دوه بدل وی۔ نو هغه په څاروؤ څښؤل يا خټو کښې يا چهړکاؤ کښې استعمال جائز دے۔ لېکن دَ داسي خټې استعمال په جماعت کښې يا داسې ځائې کښې چې نمونځ پرې کيږی، نهٔ دے پکار۔
نمبر۔۲ درياب، خوړ، چينه يا تالاب چې دَ چا پهٔ ملکيّت مزکه کښې نهٔ وي، اؤ هغه کوهے چې جوړؤنکی وقف کړی وی، دَ دې ټولو اوبو استعمال عامو خلقو ته جائز دے، اؤ هېچا ته دا حق نشته چې څوک دَ دې دَ استعمال نه منع کړی يا ېٔ پهٔ داسې طريقه استعمال کړی چې عامو خلقو ته ورکښې نقصان وی۔ لکه څوک دَ درياب يا تالاب نه داسې نهر وباسی چې دَ هغې اوبهٔ وچې کړی، يا ترې دَ چا دَ مزکې يا کلی دَ غرقېدو خطره وی۔ اؤ هر چاته اختيار دے چې دَ داسې استعمال نه ېٔ منع کړی۔
نمبر۔۳ دَ چا پهٔ زر خريد مزکه کښې کهٔ کوهے، چينه، حوض، يا نهر وهٔ، نو نور خلق دَ اوبو څښلو يا څاروؤ باندې څښولو يا اودس غسل کؤلو يا جامو وينځلو يا دَ کور دننه بوټو ته اوبو ورکؤلو يا اوبو ډکؤلو نه منع کولے نهٔ شی۔ ځکه چې پهٔ دې کښې دَ ټولو حق دے۔ البته کهٔ دَ ډېرو څاروؤ پهٔ وجه دَ اوبو ختمېدو يا نهر اؤ حوض خرابېدو خطره وی نو دَ منع کؤلو اختيار ورته شته۔ اؤ کهٔ پهٔ خپله مزکه کښې دَ راتلو نه ېٔ منع کوی نو کتې به شی چې دَ دغه کسانو کار دَ بل ځائې نه په آسانه پوره کېدے شی کهٔ نه، مثلاً بل کوهے ورسره پهٔ يو ميل شرعی کښې نژدے شته کهٔ نه؟ اؤ هغه عام دے کهٔ دَ چا زر خريده مزکه کښې دے اؤ يا دا چې دَ هغهٔ کار به بند شی يا به پهٔ تکليف شی۔ کهٔ کار ېٔ چلېدے شی خو بهتره ده۔ کهٔ نهٔ شو چلېدے نو دغه سړی ته به وئيلی شی چې پهٔ دې شرط به دَ راتلو اجازت ورکوی چې نهر يا کوهے به نهٔ خرابوی۔ يا دې ورته دِ سړی دَ ضرورت مطابق خپله اوبهٔ را وباسی۔ اؤ پټی يا باغ ته اوبهٔ ورکؤل بغير دَ مالک دَ اجازت نه جائز نهٔ دی۔ دغه حکم دَ خپله ټوکېدلی وښو، نورو بې تنې بوټو، تنه دارې ونې دَ زمکې دَ مالک دی۔
نمبر۔۴ کهٔ يو سړے دَ بل چا دَ نهر يا کوهی نه خپلو پټو ته اوبهٔ ورکؤل غواړی اؤ هغه سړے ترېنه قيمت طلب کوی۔ دا جائز دی کهٔ نه؟ دې کښې اختلاف دے، خو دَ بلؔخ علماؤ دَ جواز فتوٰی ورکړے ده۔
نمبر۔۵ درياب، نهر، تالاب، يا کوهی نه چې څوک پهٔ خپل لوښی کښې لکه منګی يا مشک وغېره اوبهٔ ډکې کړی ۔ نو هغه دَ هغهٔ ملکيّت شوې دغه اوبهٔ بغير دَ هغهٔ دَ اجازت نه استعمالؤل جائز نهٔ دی۔ البته کهٔ څوک دَ تندې نه بيتابه وی نو بيا دَ بل چا ملکيّت اوبهٔ څښل هم جائز دی۔ کهٔ هغه ېٔ نهٔ ورکوی پهٔ زور ېٔ ترې اخستے شی۔ البته دَ هغې مناسب قيمت به ورکوی۔
نمبر۔۶ دَ خلقو دَ څښلو دپاره چې کومې اوبهٔ یښې شوی وي، لکه ګرمیٔ کښې چې په لارو کښي کښيښوې شی، پهٔ هغې اودس يا غسل کؤل جائز نهٔ دی البته کهٔ ډېرې وی نو خیر دے اؤ چې کومې اوبهٔ اودس دپاره يښې شوے وی دَ هغې نه څښل جائز دی۔
نمبر۔۷ کهٔ دَ کوهی نه يو يا دوه بچی دَ ګډو بزو يا اوښ را ووتې خو چې روغې وی ورانې شوی نهٔ وی۔ کوهې پرې نهٔ پليتيږی۔ دَ کوهی غاړه پخه وی اؤ کهٔ نه۔ دا کوهے په کلی کښې وی اؤ که مېره کښې۔
دَ پاکیٔ اؤ ناپاکیٔ ځنی مسٔلې:
نمبر۔۱ دَ غوبل په وخت کښې که څاروی پهٔ غله کښې متيازے وکړی، دَ ضرورت په وجه دا معاف دی، غله پری نهٔ پليتيږی، اؤ کهٔ دَ غوبل نه علاوه ورکښې وکړی، نو غله به پليته شی۔ ځکه چې ضرورت نشته۔
نمبر۔۲ دَ کافرو دَ لاس پوخ شوی څيز ته اؤ دَ کافرو لوښو اؤ جامو ته به پليت نهٔ وايو څو پوری چې دَ هغو دَ پاکیٔ يقينی علم نهٔ وی۔
نمبر۔۳ بعضې خلق چې دَ مزری وغېره حرامو ځناورو وازده استعمالوی اؤ پاکه ېٔ ګڼی۔ دا ټهيک نهٔ ده۔ البته کهٔ دَ هوښيار حکيم رائے وی۔ چې دَ دې مرض علاج سوا دَ دې وازدې نه بل څهٔ نشته۔ داسې وخت کښې بعضې عالمانو اجازت ورکړی دی۔ بيا هم دَ نمانځهٔ په وخت ېٔ پاکؤل ضروری دی۔
نمبر۔۴ دَ لارو کوڅو دَ ناپاکو اوبو څړيکی يا خټې معاف دی۔ پهٔ دې شرط چې بدن يا جامه باندی څرګنده علامه نه وی۔ فتویٰ په دې ده۔ باقي احتياط دا دے چې دَ چا په داسی لارو ډېر تلهٔ راتلهٔ نهٔ وی۔ هغه دې بدن يا جامه دَ داسې څړيکو نه هم پاکوی۔ اګرکهٔ ظاهر اثر ورباندی نهٔ وی۔
نمبر۔۵ پليت شے کهٔ وسوزؤلی شی۔ دَ هغې لوګی پاک دی۔ هغه لوګی کهٔ څوک جمع کړی اؤ څهٔ ترې جوړ کړی نو خير دے۔ لکه چې مشهوره ده چې نوشادر دَ يو ناپاک څيز دَ لوګی نه جوړيږی۔
نمبر۔۶ کهٔ دَ پليت څيز دپاسه ګردو غبار جمع شوی وی۔ هغه پاک دی۔ په دې شرط چې دَ هغې پليتیٔ لوندوالې ورکښې څهٔ اثر نهٔ وی کړی۔
نمبر۔۷ دَ نجاست پړاس پاک دی۔ دَ مېوې چينجی پاک دی۔ خو خوراک ېٔ ښهٔ نه دی کهٔ ساه ورکښی وی۔ دَ ګولر اؤ اينځر دَ چينجی هم دا حکم دے۔
نمبر۔۸ دَ خوراک څيز لکه غوښه، يا حلوا وغېره کهٔ خراب شی اؤ بوئی وکړی هغه پليت نهٔ دی۔ البته دَ نقصان په خيال ېٔ خوراک ښهٔ نهٔ دی۔
نمبر۔۹ مشک اؤ دَ مشکو نافه پاکه ده۔ هم دغه شان عنبر وغېره هم پاک دی۔
نمبر۱۰۔ په خوب کښې چې دَ خلې نه کومي لاړې بهيږی هغه پاکې دی۔
نمبر۱۱۔ دَ حلال ځناور هګۍ که سخا شوی وی۔ يا ورکښې مړ بچے وی، خو چې روغه وی ماته شوی نهٔ وی پاکه ده، (البته چې ماته شی هغه وينه وغېره ېٔ پليت دی)۔
نمبر۱۲۔ دَ مار تخه(نرے سپين پوټکے) پاکه ده۔
نمبر۱۳۔ پهٔ کومو اوبو چې پليت شے ووينځلی شی، هغه پليت دی۔ دَ اول ځل وينځنی وی کهٔ دَ دويئم ځل کهٔ دَ دريئم ځل۔ البته دې اوبو کښې دا فرق دے چې کهٔ دَ اول ځل وينځلی وی، اؤ په کپړه ولګی، نو هغه به هم پهٔ درے ځله وينځنی پاکيږی۔ اؤ کهٔ دَ دويئم ځل وينځنی وی پهٔ دوه ځله اؤ کهٔ دَ دريئم ځل وی، پهٔ يو ځل وينځنه به پاکيږی۔
نمبر۱۴۔ مړے چې پهٔ کومو اوبو ولمبؤلی شی هغه پليتې دی۔
نمبر۱۵۔ دَ مار څرمن پليته ده کومه چې ېٔ دَ غوښې سره لګېدلی وی، وچه تخه ېٔ پاکه ده۔
نمبر۱۶۔ دَ مړی دَ خلې لاړې پليتی دی۔
نمبر۱۷۔ پهٔ يوستوی کپړه کهٔ يو طرفته لږه پليتی لګېدلی وی څومره چې معاف ده اؤ بل طرف ته ووځی، دواړه طرف لږ مقدار کښې وی۔ لېکن که دواړه يو ځائې کړو نو زياتيږی، دا به کم ګڼلی شی، اؤ معاف به وی۔ البته کهٔ کپړه غبرګه وی، اؤ پليتی دواړه طرف ته وځی، اؤ کهٔ دواړه يو ځائې کړو، نو دَ معافیٔ مقدار نه زياتيږی ، دابه معاف نهٔ وی۔
نمبر۱۸۔ دَ پيو لوشلو په وخت کښې که يو دوه بچی يا لږ غوشيان پيو کښې پرېوځی دا معاف دی۔ په دې شرط چې ژر لرې کړې شی۔
نمبر۱۹۔ دَ څلورو پنځو کالو ماشوم چې پهٔ اودس کؤلو نهٔ پوهيږی، يا لېونے کهٔ په اوبو اودس وکړی دا اوبهٔ به مستعلمې نهٔ شی ګڼلې۔
نمبر۲۰۔ پاکې جامې، لوښی يا نور پاک څيزونه چې په کومو اوبو ووينځلی شی۔ پهٔ هغې اودس اؤ غسل جائز دی۔ پهٔ دې شرط چې پهٔ اوبو کښې ټينګوالې نهٔ وی راغلی، چې خلق ورته صفا اوبهٔ وئیلی شی۔ اؤ کهٔ پهٔ لوښو کښې دَ خوراک څيزونه لګيدلی وو۔ دَ هغې لوښو په وينځلی شویو اوبو باندې غسل يا اودس هله جائز دی کهٔ دَ اوبو په درے صفتونو کښې (رنګ ، بویٔ، خوند) دوه صفتونه پاتې وی اؤ يو بدل وی، اؤ کهٔ دوه بدل وی يو پاتې وی نو بيا پرې اودس يا غسل جائز نهٔ دی۔
نمبر۲۱۔ دَ مستعملو اوبو څښل يا دَ خوراک په څيزونو کښې استعمالؤل مکروه دی، اؤ اودس يا غسل پرې جائز نهٔ دی، البته پليتۍ ورباندې وينځلی شی۔
نمبر۲۲۔ دَ زمزم په اوبو بې اودسه سړی ته اودس کؤل يا دَ غسل حاجتمند ته غسل کؤل يا ناپاک څيز وينځل يا استنجا کؤل مکروه دی، البته کهٔ مجبوری وی چې نورې اوبهٔ دَ يو ميل نه دېخوا نهٔ شی موندے اؤ ضروری پاکی پهٔ بل څهٔ هم نهٔ شی حاصلؤلی نو بيا دَ زمزم په اوبو هم خير دی۔
نمبر۲۳۔ دَ ښځې دَ غسل يا اودس نه پاتې شویو اوبو باندې سړی ته غسل يا اودس نهٔ دے کؤل پکار، دا اګرچې دَ امام اعظمؒ په مذهب جائز دے مګر دَ امام احمدؒ په مذهب جائز نه دے۔ اؤ دَ اختلاف نه بچ کېدل ښهٔ دی۔
نمبر۲۴۔ پهٔ کومو ځايونو کښې چې په څهٔ قوم باندې دَ الله عذاب راغلی دی، لکه دَ عاد په قوم يا دَ ثمود په قوم دَ هغه ځايونو پهٔ اوبو هم اودس يا غسل نه دے پکار، پهٔ دې مسٔله کښې هم دَ مخکښې غوندې خلاف دی اؤ دَ خلاف نه بچ کېدل پکار دی، اؤ دَ مجبوریٔ په وخت دلته هم دَ زمزم په شان حکم دی۔
نمبر۲۵۔ تنور کهٔ ناپاک شوی وی، پهٔ ګرمؤلو باندې پاکيږی، هله کهٔ دَ نجاست څرګند اثر ورباندې نهٔ وی۔
نمبر۲۶۔ پهٔ ناپاک ځائې کهٔ دومره پاکه خاوره واچؤلی شی، چې دَ نجاست اثر يا بویٔ ترېنه را ووځی، نو دَ خاورې پورتنیٔ حصه پاکه ده۔
نمبر۲۷۔ دَ ناپاکو تيلو يا ډلو نه کهٔ صابون جوړ شی هغه پاک دی۔
نمبر۲۸۔يو اندام که دَ وينی يا زوی په وتو پليت شوی وی اؤ وينځل ېٔ نقصان کوی، صرف په لونده کپړه وچؤل ېٔ کافی دی، اؤ دَ آرام نه پس ېٔ هم وينځل ضروری نهٔ دی۔
نمبر۲۹۔ کهٔ پليت رنګ پهٔ جامه ولګی يا دَ بدن څهٔ حصه يا ويښتهٔ ورباندې رنګ شی، دومره وينځل ېٔ کافی دی چې صفا اوبهٔ ترې وځی که رنګ نهٔ وی لاړ هم خير دی۔
نمبر۳۰۔ مات شوی غاښ ک جدا شوی وی، په هغه ځائې بيا ونښلؤلی شی دَ پاک څيز يا ناپاک څيز پهٔ ذريعه، هم دغه شان کهٔ هډوکی مات شی اؤ دَ هغې پهٔ ځائې بل ناپاک هډوکی پيوند شی، يا زخم دَ څهٔ ناپاک څيز نه ډک شی اؤ هغه زخم ښهٔ شی نو دغه څيزونه وېستل نهٔ دی پکار، دا پهٔ خپله پاک شی۔
نمبر۳۱۔ که ناپاک غوړ څيز لکه تيل، غوړی، ډل پهٔ څهٔ شی ولګی اؤ هغه دومره ووينځلی شی چې اوبهٔ ترې صفا وبهيږی، کهٔ غوړوالې ترې نهٔ وی لاړ هم هغه څيز پاک شو۔
نمبر۳۲۔ پهٔ اوبو کښې دَ يو ناپاک څيز غورزېدو سره کهٔ دَ هغې اوبو څړيکې پهٔ چا پرېوتې نو کهٔ دَ نجاست اثر پکښی نهٔ وی راغلے دا څړيکې پاکې دی۔
نمبر۳۳۔ دَ بغرګی کپړې يا مالوچو کهٔ يو طرف پليت وی اؤ يو پاک نو کهٔ دواړه کپړې سره ګنډلی وی، اؤ دَ ناپاک طرف ناپاک ځائې ېٔ دَ نمونځ ګزار دَ ودرېدو يا سجدې په ځائې راځی نو نمونځ پرې جائز نهٔ دے، اؤ کهٔ ګنډلی نهٔ وی هسې بغرګی وی، نو دَ يوے پهٔ پليتېدو بله نهٔ پليتيږی۔ پهٔ هغې بلې پاکې کپړې نمونځ جائز دی۔ هله کهٔ دا پاکه کپړه دومره غټه وی، چې دَ لاندې نه ورکښې دَ نجاست بوی نهٔ راځی۔ اؤ نهٔ ېٔ رنګ ښکاری۔
نمبر۳۴۔ چرګې يا بلې مرغیٔ ته کهٔ دَ ګېډې څيرے کؤلو اؤ صفا کؤلو نه بغير هم دغه شان جوش ورکړی شی، لکه چې نن صبا ېٔ انګريز طبع مسلمانان کوی ، دا هېچرې نهٔ شی پاکېدے۔
نمبر۳۵۔ دَ وړوکی يا لوی اودس ماتی په وخت نمر يا سپوږمۍ طرف ته مخ کؤل مکروه دی، دَ نهر يا تالاب پهٔ غاړه اودس ماتی مکروه دے کهٔ نجاست اوبو ته نهٔ پرېوځی هم، اؤ هم دغه شان دَ سايه دارو اؤ مېوه دارو ونو دَ لاندې ، پيتاوي ته دَ کښېناستو په ځائې کښې جمات اؤ عيدګاه ته دومره نژدے چې دَ بوی نه ېٔ نمونځ ګذار ته تکليف رسی، دَ څاروؤ تړلو پهٔ ځائې کښې، قبرستان کښې، دَ اودس يا غسل کؤلو په ځائې کښې، پهٔ لاره کښې دَ قافلې دَ دېرې ځائې ته نژدے دَ جلسو اؤ جرګو پهٔ ځائې کښې يا هغې ته نژدے اودس ماتی مکروه تحريمی دی۔ غرض دا چې پهٔ داسې ځائې کښې چې خلقو ته ترې نه تکليف يا خپله ورته دَ نجاست رابهېدو خطره وی اودس ماتی مکروه دی۔
نمبر۳۶۔ دَ بنيادم ويښتهٔ چې را وويستی شی دَ هغو سرونه ناپاک دی۔ دَ هغې غوړ والی پهٔ وجه کوم چې پهٔ هغې لګېدلی وی۔
نمبر۳۷۔دَ جنابت پهٔ حالت کښې نوکونه پريکؤل يا دَ څهٔ ځائې نه ويښتهٔ پرېکؤل مکروه دی۔
نمبر۳۸۔ دَ لارې دَ خټو يا ناپاکو اوبو څړيکی معاف دی۔ کهٔ څهٔ څرګنده پليتی ورکښې نهٔ ښکاری۔
نمبر۳۹۔ پهٔ مستعملو اوبو باندې اودس يا غسل کؤل جائز نهٔ دی۔ اؤ داسې اوبهٔ څښل يا دَ خوراک شی کښې استعمالؤل مکروه دی۔ مستعملې اوبهٔ هغه دی چې چا بې اودسه سړی ورباندې اودس کړی وی۔ يا چې په چا باندې غسل فرض وهٔ هغهٔ پرې غسل کړی وی۔ يا ېٔ دَ غسل ضرورت نهٔ وهٔ خو دَ ثواب دپاره ېٔ غسل کړی
وی، دا هله کهٔ دَ دې اودس يا غسل کوؤنکی پهٔ بدن څهٔ ظاهری پليتی نهٔ وی۔ اؤ کهٔ پليتی پرې لګېدلی وی نو هغه اوبهٔ ناپاکې دی۔ اؤ څښل يا دَ خوراک شی کښې اچؤل ېٔ حرام دی۔
دَ اودس ماتی پهٔ وخت دَ کومو کارونو نه ځان بچ کؤل پکار دی؟
(۱)خبرې کؤل(۲)بې ضرورته ټوخی کؤل(۳)آيت،حديث يا بل څهٔ متبرک څيز لوستل(۴)داسې شے چې ورباندې دَ الله تعالیٰ ، رسولﷺ ، فرښتې يا بل څهٔ متبرک شی نوم، آيت ،حديث، يا دعا ليکلی شوی وی دَ ځان سره ساتل، البته که داسې شے پهٔ جيب کښې وی يا پهٔ کپړه کښې نغښتی وی نو څهٔ کراهت ېٔ نشته(۵)بې ضرورته پهٔ ولاړې يا په پروتی اودس ماتؤل (۶)اودس ماتی له ټولې جامې وېستل اؤ بربنډېدل په ښی لاس استنجا پاکؤل۔
پهٔ کومو څيزونو ځان پاکؤل جائز نهٔ دی؟
هډوکی، دَ خوراک څيزونه ، خشڼې، اؤ هر ناپاک څيز،هغه لوټه يا کاڼې چې يو ځل استعمال شوے وی، پخه خښته، کودری، شيشه، سکارهٔ ، چونه، وسپنه، سرهٔ زر، سپين زر اؤ نور داسے څيزونه چې صفائی ېٔ نه شی کولی، دَ څاروؤ خوراک لکه بهوس، واښهٔ وغېره، دَ بنيادم اجزاء لکه ويښتهٔ، هډوکے وغېره، دَ جماعت پوزې يا جارو وغېره، دَ ونو پاڼې، کاغذ ساده وی کهٔ ليکلې، دَ زمزم اوبهٔ، دَ قيمت شے لږ قيمت ېٔ وی کهٔ ډېر لکه سرکه، عرق، وغېره، پردے مال بغير دَ اجازت نه، اوبهٔ وی کهٔ کپړه، کهٔ بل څهٔ، مالوچ اؤ هر داسې شے چې دَ بنيادمو يا دَ څاروؤ دَ کار وی، پهٔ دې ټولو څيزونو استنجا کؤل مکروه دی۔
پهٔ کومو څيزونو استنجا پاکؤل بې کراهته جائز دی؟
اوبهٔ ، دَ خاؤرې لوټه، بے قيمته زړه چيړه، هر هغه پاک شے چې نجاست لرې کولے شی۔ چې پردې مال يا قيمتی مال يا دَ عزت شے نهٔ وی۔
دَ پليتیٔ پاکؤلو طريقه
نمبر۱۔ پليتی په دوه قسمه ده۔ يو هغه پليتی ده چې کهٔ لږه غوندی هم ولګی نو لرې کؤل ېٔ ضروری وی۔ دې ته”سخته پليتی“ يا نجاستِ غليظه“ وئیلی شی۔ بله هغه پليتی ده چي کهٔ لږه غوندې ولګی نو لرې کؤل ېٔ دومره ضروری نهٔ دی۔ دې ته”سپکه پليتی“ يا ”نجاستِ خفيفه“ وئیلی شی۔
نمبر۲۔ ”وينه“ دَ بنيادم لوی بول، واړه بول، منی، شراب، دَ سپی پيشو بول متيازے، دَ خنزير غوښه ويښتهٔ هډوکی يا نور څهٔ شے، دَ اَس خر قچر، خشنړې، دَ غوا غوشيان، دَ ګډې بزې بچے، دَ مرغابۍ، بطې چرګې بول، دَ خر ، قچر اؤ ټولو حرامو ځناورو متيازے، دا ټول څيزونه سخت پليت دی۔
نمبر۳۔ دَ وړوکی پیٔ څښونکی ماشوم بول متيازے هم سختې پليتې دی۔
نمبر۴۔ دَ حرامو مارغانو بول اؤ دَ حلالو ځناورو متيازے لکه دَ غوا، بزې اؤ اَس متيازے ”سپکه پليتی“ ده۔
نمبر۵۔ دَ چرګې ، مرغابیٔ اؤ بطې نه علاوه دَ نورو حلالو مارغانو بول پاک دی۔ لکه کونتر، مينا، چرچنړه وغېره ۔ دَ ښاپېرک بول هم پاک وی۔
نمبر۶۔ کهٔ نرمه اؤ بهيدونکی سخته پليتی (نجاستِ غليظه) پهٔ جامه يا بدن باندې ولګی نو کهٔ دَ روپۍ برابر يا دَ روپۍ نه کمه خوره وی خو معاف ده۔که بغير دَ هغې دَ وينځلو نه نمونځ وکړی نو نمونځ به ېٔ وشی لېکن پهٔ قصد باندې ېٔ نهٔ وينځل اؤ هم دغسې پليتیٔ سره نمونځ کؤل بدکار دی۔ اؤ کهٔ دَ روپۍ نه زياته خوره شوی وی نو معاف نهٔ ده۔ اؤ نمونځ ورسره نهٔ کيږی۔ اؤ کهٔ پليتی ټينګه وی نو کهٔ پهٔ وزن کښې څلور نيمی ماسې يا دَ دې نه کمه وی خو خير دے۔ اؤ کهٔ زياته وی نو بې وينځلو ېٔ نمونځ نهٔ کيږی۔
نمبر۷۔ کهٔ سپکه پليتی (نجاستِ خفيفه) پهٔ جامه يا بدن باندې ولګی پهٔ کومه حصه چې لګېدلې وی کهٔ دَ هغې حصې دَ څلورمې برخې نه کمه وی نو معاف ده۔ اؤ کهٔ څلورمه برخه يا دَ دې نه زياته وی نو معاف نهٔ ده۔ کهٔ په لستوڼی لګېدلی وی نو دَ لستوڼی څلورمه به حسابيږی کهٔ پهٔ تنه لګېدلی وی نو دَ دې څلورمه کهٔ پهٔ څادر يا لوپټه لګېدلی وی نو دَ دې څلورمه هم دغه شان کهٔ پهٔ لاس يا پښه لګېدلی وی نو دَ دې څلورمه به شمېرلې شی۔ غرض دا چې پهٔ کوم اندام لګېدلی وی دَ هغې دَ څلورمې نه کمه معاف ده۔ اؤ پوره څلورمه يا زياته معاف نهٔ ده۔
نمبر۸۔ کهٔ سخته پليتی پهٔ اوبو کښې پرېوځی نو اوبهٔ سختې پليتې شی اؤ کهٔ سپکه پليتی ورکښې پرېوځی نو سپکې پليتې شی۔ لږه پرېوتې وی که ډيره ۔
نمبر۹۔ که په جامه باندي پليت تيل ولګي او دَ روپیٔ نه کم خوارهٔ شوي وي۔ خو څهٔ وخت پس نور خوارهٔ شي۔ دَ روپیٔ برابر يا دَ روپیٔ نه زيات نو څو پوري چې دَ روپیٔ نه کم وي خو معاف وي او چې برابر شي يا زيات شي۔ نو اوس ئ وينځل ضروري دي۔ بغير دَ وينځلو ئ نمونځ نهٔ کيږي۔
نمبر۱۰۔ دَ مهی وينه پليته نهٔ ده۔ همدغه شان دَ ماشی دَ مچ او کټمل وينه هم پليته نهٔ ده۔
نمبر۱۱۔ که دَ وړو بولو څاڅکی په جامه يا بدن لکه دَ ستنی دَ سيم نري نري پريوزي چې ښکاري نه، نو دَ هغي وينځل ضروري نهٔ دي۔ نمونځ ورسره کيږي۔
نمبر۱۲۔ که ټينګه پليتي وي لکه بول يا وينه۔ نو دومره ئ وينځل پکار دي چې دَ پليتئ اثر تري نه لري شي۔ په هر ځله کښې چې لري شو۔ البته که په وړومبی ځل يا دويئم ځل لري شو، نو بيا هم دري ځله پوره کول ښهٔ دي۔
نمبر۱۳۔ که داسي پليتي وي ، چې په ډير ځله وينځلو ئ هم داغ يا بدن بوئ نهٔ ځي نو بيا به هم جامه يا بدن پاک شي۔ په صابون يا بل څه باندي داغ يا بوئ لري کول ضروري نه دي۔
نمبر۱۴۔ که داسی پليتي وي چې ټينګه نهٔ وي۔ لکه مُتيازے نو دري ځله وينځل او هر ځل ئ ښهٔ کلک نچوړَل ضروري دي۔ که کلک نچوړ نهٔ شي نو جامه به پاکه نهٔ شي۔
نمبر۱۵۔ که پليتي په داسي څيز لګيدلي وي چې نچوړيدلي نه شي۔ لکه تخت يا پوزي يا دَ خاؤرے يا چينیٔ لوښی يا شيشي يا پنړه وغيره نو دَ هغی دَ پاکولو طريقه داده چې يؤ ځل وينځلو نه پس دي ورته دومره انتظار وکړي چې دَ اوبو څاڅکي څڅيدل بند شی نو دوباره دي ئ بيا ووينځی او چې بيا بس شي نو په دريئم ځل دي ئ بيا ووينځي۔ دغه شان په دري ځله وينځلو به پاک شي۔
نمبر۱۶۔ دَ اوبو نه علاوه په نورو پاکو څيزونو لکه سرکه او عرقو باندي هم پليتي وينځلي شي۔ ليکن په تيلو يا غوړو يا بل داسی شی چې غوړ وي پليتی نه لري کيږي۔
نمبر۱۷۔ ددي برخي په اخر کښې پهٔ ص ۱۱۶ وُګورئ۔
نمبر۱۸۔ که پهٔ پيزار يا بل څهٔ دَ څرمنی په څيز ټينګه پليتی لکه غوشيان يا وِينه وُلګی اؤ وچه شی نو په مښلو باندي پاکيږی چې پهٔ زمکه وُمښلی شي يا پهٔ بل څه داسی وګرَولی شی چې دَ پليتیٔ اثر تري لاړ شی۔ هم دغه شان که پليتی لونده وي هم چې دومره ومښلی شی يا وُګرَولی شي چې دَ پليتیٔ اثر پري پاتی نهٔ شی نو پاک به شی۔
نمبر۱۹۔که پهٔ پيزار يا بل څهٔ دَ څرمنی څيز باندي نرمه پليتی لکه متيازے يا شراب ولګی نو بغير دَ وينځلو په بل څه نهٔ پاکيږی۔ (دَ وينځلو طريقه نمبر۱۵ کښې تيره ده)۔
نمبر۲۰۔ پهٔ جامه يا بدن باندي ټينګه پليتی وُلګی اؤ که نرمه وُچه شوي وي او که لونده وي بی دَ وينځلو نهٔ پاکيږي۔
نمبر۲۱۔ شيشه يا چاقو چاړهٔ دَ سپينو، سرو، اوسپنی ، ګلټو يا تانبے جوړ شوي څيزونه چې نقش دار نهٔ وي کهٔ پليت شي نو په مښلو يا مانج کولو باندي پاکيږي۔ او که نقش دار وي نو بي وينځلو نهٔ پاکيږي۔
نمبر۲۲۔ که په زمکه پليتي پريوته او داسی وُچه شوه چې څه اثر ئ پاتي نهٔ شو نهٔ ئ څهٔ داغ شته او نهٔ تري بُوئ خيژي۔ نو داسی وُچيدو سره زمکه خپله پاکه شوه۔ نمونځ ورباندي کيږي۔ البته تيممّ د پاره دَ بلکل پاک څيز ضرورت دی، په داسي زمکه تيمّم جائز نهٔ دی، کومه خښته يا کانړے چې پهٔ چُونه يا خټه باندي په فرش کښې داسے کلک لګيدلي وي چې بي کنستو ترينه نهٔ جُدا کيږي نو دَ هغي هم دا حکم دي۔ چې پهٔ وچيدو باندي که دَ پليتیٔ څهٔ نشان او اثر پاتي نهٔ وو نو پاک به شی۔
نمبر۲۳۔ کومی خښتے يا کانړی چې په زمکه هسی پراتهٔ وي په چُونه يا خټه لګيدلي نه وي نو هغه پهٔ وُچيدو نهٔ پاکيږی، وينځل ئ ضروري دي۔
نمبر۲۴۔ په زمکه باندي ولاړو واښو او بوټو باندي لګيدلي پليتیٔ هم که داسے وُچه شی چې څهٔ نشان يا بُویٔ ئ پاتی نهٔ شی نو دا واښهٔ او بوټی خپله پاک شی، دَ وينځلو ضرورت ئ نشته۔ ليکن پريکړی واښهٔ او بُوټی بی وينځلو نهٔ پاکيږی۔
نمبر۲۵۔ پليت چاقو،چاړهٔ يا دَ خاوری، تانبے وغيره لوښے چې پهٔ تيز اور کښې واچَولي شي نو پاک شی۔
نمبر۲۶۔ که په لاس باندي څهٔ پليتی لګيدلي وه او دری ځله ئ پهٔ ژبه وُڅَټلو نو پاک به شی۔ اګر چې دا څټل نا جائز وي۔ هم دغه شان که دَ ښځی په سينه باندي دَ وړوکی قے لګيدلی وو او بيا ئ وړوکی درے ځله سينه وُروده نو پاکه به شی۔
نمبر۲۷۔ که دَ خاورو نوے لوښے پليت شی او پليتي راکاږی نو هغه تش په دري ځله وينځلو نهٔ پاکيږی، دَ اوبو نه دي ډک کړي، چې دَ پليتیٔ اثر په اوبو کښې راشی بيا دي ترينه اوبهٔ توئ کړيي چې وُچ شي نو بيا دي ئ ډک کړي۔ تر هغي دي ئ ډکَوي چې څو پوري تري دَ پليتئ اثر رنګ يا بوئ لاړ نه وي، چې کله دَ پليتئ اثر ختم شو نو پاک به شی، هر څو ځله کښې چې ختم شو۔
نمبر۲۸۔ که کولال دَ پليتے خاؤرے نه لوښی جوړ کړی، نو څو پورے چې کچه وي دا لوښی پليت دی، چې پهٔ اور کښې پاخهٔ شی نو پاک شی۔
نمبر۲۹۔ ګبينه، غوړی، تيل يا شيره که پليت شی نو چي څومره شے وي هغه هومره دي ورکښې اوبهٔ واچوي په اور باندي دي تري اوبهٔ وُچي کړي۔ دري ځله دغه شان کولو باندي به پاک شي۔ يا دي ورکښې اوبهٔ واچوئ او وُیړچکوي چې غوړي يا تيل ئ په سر جَمع شي۔ ترينه دي راټول کړي، دغه شان دري ځله وکړي، پاک به شي۔ که غوړي چم وي نو ويلے دي کړي۔
نمبر۳۰۔ که جامه پهٔ پليت رنګ کښې رنګ کړے شوه۔ نو دومره دي ئ وينځي چې صفا اوبهٔ ترينه وبهيږي۔ هلهٔ به پاکه شي۔ رنګ تري لاړ وي او که نهٔ ۔
نمبر۳۱۔ دَ غوشيانو،بچو، خشنړو ايره پاکه ده او لوګے ئ هم پاک دے که په روټیٔ ولګی نو څهٔ نقصان ئ نشته۔
نمبر۳۲۔ کومه زمکه چې پهٔ غوشياون ليوه شوي وي هغه پليته ده چې پاک څيز پري غوړيدلے نهٔ وي نو نمونځ پري نهٔ کيږي۔
نمبر۳۳۔ که په فرش داسے درئ غوړيدلی وي چې يو ګُټ ئ پليت وي نوره پاکه وي، نو په پاکه حصه باندي ئ نمونځ جائز دی۔
نمبر۳۴۔ پهٔ غوشيانو ليوه شوي زمکه چې وُچه شوي وي، که په هغي باندي نمناک زړوکے وُغوړَولے شی، نو نمونځ پري کيږي، خو چې زړُوکے دومره لوند نهٔ وي چې دَ زمکے نه ورپوري خاؤرے ونښلی۔
نمبر۳۵۔ کهٔ چا پښے ووينځلے او بيا په لوندو پښو په پليته زمکه لاړو چې دَ پښو نشان ئ پهٔ زمکه جوړ شی هم پښے ئ نهٔ پليتيږي البته که دومره لوندي وي، چې څاڅکی ترينه پهٔ زمکه پريوځی، بيا هغه اوبهٔ دوباره په پښو لګی نو پليتی به شی۔ يا که ورپوري دَ زمکے نه خاورے وُنښلی نو هم به پليتے شی۔
نمبر۳۶۔ که پهٔ پليته بستره څوک اُوده شو، او پهٔ خَوله ئ جامي نمناکے شوے نو جامی يا بدن ئ نهٔ پليتيږی۔ البته که خوَله دومره وي چي بسترے نه څهٔ پليتی په جامو يا بدن ولګی نو پليت به شی۔
نمبر۳۷۔ که پليتے نکريزے چا ولګولی نو په درے ځله وينځلو باندي به ئ لاس پښے پاک شي، دَ رنګ لاړَول تري ضروري نهٔ دي۔
نمبر۳۸۔ که چا پليت رانجهٔ يا کجل وُلګول نو کهٔ دَ سترګو نه بَهَر څرمن ته نهٔ وي راؤتی نو وينځل ئ ضروري نهٔ دي۔ که بَهَر راؤتی وو، نو وينځل ئ ضروري دي۔
نمبر۳۹۔ که چا په پليتو تيلو سرغوړ کړو يا ئ په بدن وُلګول پهٔ دري ځله وينځلو پاکيږي۔ که غوړ والی ئ پهٔ بدن پاتي وي هم په صابون وينځل ئ ضروري نهٔ دي۔
نمبر۴۰۔ که سپی، بيزو يا بل ناپاک ځناور اخښلی اوړهٔ جوټه کړل، نو چي په کوم ځاۓ ئ خوله لګيدلي وي هغه هومره ځاۓ دي لري کړي باقي پاک دي، که اوچ اوړهٔ وي، نو چې څومره اوړهٔ ئ پهٔ لاړو لامدهٔ شوي وي هغه دي لري کړي باقي پاک دي۔
نمبر۴۱۔ دَ سپی دَ خولے لاړے پليتے دي۔ سپے پليت نهٔ دی که سپے دَ چا دَ جامو يا بدن سره ولګی او دَ سپی بدن اوچ وي، يا لوند وي، خو ښه پليتي ورباندي نهٔ وي، نو جامه يا بدن پري نهٔ پليتيږي، اوکه څهٔ پليتي پري لګيدلي وي نو دَ هغی پليتئ دَ وجهے نه به جامه يا بدن هم پليت شي۔
نمبر۴۲۔ که دَ پرتوګ مينځ ئ لوند وو او هوا تري لاړه، جامه پري نهٔ پلتيږي۔
نمبر۴۳۔ که يو زړوکے په پليتو اوبو لوند شو، او بل اوچ زړوکے دَ هغے سره ونغښتی شو او دَ هغي نه ئ لوند والی واخستو، ليکن دَ پليتیٔ رنګ يا بویٔ ورکښی نهٔ وي راغلی نو که دا لوندوالی دومره وي چې پهٔ نچوړَولو باندي ترينه څاڅکی پريوځی يا ورباندي لاسُونه لاوندهٔ شی نو دا زړوکی هم پليت اوکه دومره نهٔ وي نو پاک دی، او که يو زړوکی په خالصه پليتیٔ لکه متيازو باندي لوند شو او بل اوچ زړوکی ورسره وُنغښتی شو نو که لږ غوندی دَ لوندوالی اثر پري وشی هم به پليت شی۔
نمبر۴۴۔که دَ لرګی دَ تختی يو مخ پليت وي او بل پاک وي نو که هغه تخته دومره غټه وي چې په مينځ څيرلے شی نو په پاک مخ باندي ئ نمونځ جائز دے۔ او که نریٔ وي چې څيرلی نه شی، نو جائز نهٔ دے۔
نمبر۴۵۔ که برغد زړوکے وي يا استرۓ پاک وي اوبل ناپاک ، نو که دواړه ګنډلی نهٔ وي، نو په پاک مخ ئ نمونځ جائز دی او که ګنډلی وي نو جائز نهٔ دی۔
دَ اِستِنجاء اَحکام
نمبر۱۔ څوک چې دَ خوب نه راپاسی نو دَ اوبو دَ لوښی لکه مَټ يا بالټی نه دي په لاس اوبهٔ نهٔ راخلي څو پوري چې ئ دواړه لاس تر ګيټو پوري وينځلی نهٔ وي۔ که اوبهٔ په لوۓ مَټ يا بالټي کښې وي، او داسی وړوکی لوښی لکه کوزه يا لوټه نهٔ وی چې اول دواړه لاس په احتياط سره وُوينځلی شی نو که په لاس ئ ظاهِري پليتی نهٔ وی نو په ګس لاس دي يَو چونګ او بهٔ راواخلي ګس لاس دي پري وُوينځي خو کوشش دي دا کوي چې څومره ګوتے کمی لوندی شی۔ او که په لاس ئ ظاهري پليتی لګيدلي وي نو هرګز دی لاس اوبو ته نهٔ وروُړي ځکه چې ټولی اوبهٔ به پليتی شي۔ پاک رامال دي ورکښی ډُوب کړي۔ چې دَ هغي نه کومي اوبهٔ څاڅی په هغی دي اول يو لاس بيا بل لاس ووينځي يا دي بل چاته وُوائی چې اوبهٔ ورواچَوي، او که هيڅ يَو صورت ممکن نهٔ وي۔ نو پهٔ داسي وخت کښې پهٔ تيمّم باندي هم نمونځ جائز دی۔ اوبيا ئ ورباندي دوباره کول ضروري نهٔ دي۔ ځکه چې پهٔ دي وخت کښې په اوبو باندي قادر نهٔ دی۔
نمبر۲۔ دَ وړو بولو يا لويو بالو کولو نه پس که پليتي دَ ځاۓ نه اخوا ديخوا نهٔ وي لګيدلی نو په اوبو استنجا کول سنت دي۔
نمبر۳۔ که پليتی بلکل اخوا ديخوا نهٔ وي لګيدلي نو که په اوبو استنجا ونهٔ کړی صرف په کانړی يا لُوټه باندي ځان ښهٔ پاک کړی چې دَ پليتیٔ څه اثر پاتی نهٔ شی او بدن ښهٔ صفا شی نو هم جائز ده ليکن دَ صفايیٔ نه خلاف ده۔ په اوبو استنجا ښه ده۔ البته که اوبهٔ نهٔ وي نو بيا مجبوری ده۔
نمبر۴۔ په کانړی يا لُوټه باندي دَ استنجاء څهٔ خاصه طريقه نشته دومره خيال ساتل ضروري دي چې پليتی خوره نهٔ شی او بدن ښهٔ صفا شی۔
نمبر۵۔ که پليتی دَ خپل ځاۓ نه اخوا ديخوا خوره شوی نهٔ وي، نو پهٔ کانړی يا لوټه باندي استنجا کولو نه پس په اوبو استنجا سنت ده۔ او که دَ روپیٔ برابر يا زياته خوره شوی وی نو په اوبو استنجاء واجب ده۔ بغير دَ وينځلو ئ نمونځ جائز نهٔ دی۔
نمبر۶۔ دَ استنجاء کولو نه وړومبے دواړه لاس تر ګيټو پورے وِينځل ضروري دي، دَ بدن وينځلو څه حد نشته، دومره ئ وِينځل پکار دې چې پاک شي، که څوک شکی وي چې تسلّی ئ نه کيږي نو هغهٔ ته دَ دری (۳) ځله يا آخري اُوه(۷) ژله وينځلو حکم دی، دَدي نه زيات نشته۔
نمبر۷۔ که ځان ته ځاۓ نهٔ وي چې پرده کښې استنجاء وکړي نو دَ چا مخکښي ځان څرګندَول نه دي پکار، ښځی دي دَ ښځو په مخکښي هم ځان نهٔ څرګندَ وي بغير استنجاء کولو دي نمونځ وُکړي، ځکه چې ځان څرګندول ډيره سخته ګُناه ده۔
نمبر۸۔ په هډوکی، سکرو، شيشه، پخه خښته، يا غوشيانو وغيره پليت څيز،دَ خوراک پهٔ څيز يا کاغذ باندي او په ښی لاس باندي ځان پاکول شخته ګُناه ده، ليکن که چا وکړل نو بدن به ئ پاک شی خو ګُنهګار به وي۔
نمبر۹۔ پهٔ ولاړے باندي متيازے کول سخت منع دي۔
نمبر۱۰۔ دَ وړو بولو يا لويو بولو په وخت قبلے ته مخ کول او شا کول دواړه منعَ دي۔
نمبر۱۱۔ واړهٔ ماشومان هم قبلے طرف ته بولو دَ پاره کښينول منعَ دي۔
نمبر۱۲۔ دَ اِستنجاء نه پاتی شوو اوبو باندي اؤدس جائز دی، او دَ اؤدس نه پاتی اوبو باندی استنجاء کول هم جائز دي خو ښهٔ نه دي۔
نمبر۱۳۔ چې اؤدس ماتي ته ځی نو بيت الخلاء ته دَ ننوتو نه مخکښی دي بِسمِ الله او دا دُعا وائی
اَللّٰهُمَّ اِنّیِ اَعُوذُبِکَ مِنَ الخُبثِ وَالخَبَاءِثِ۔
يه خدايه زه دَ پليتیٔ او پليتو څيزونو نه پناه غواړم سر تور سر دي نهٔ ځي، که په ګوتِی يا بل څهٔ باندي ئ دَ خداۓ نوم ليکلی وي، نو هغه دي وُباسی، وړومبی دي ګسه ښپه ننه باسی، دننه دي دَ خداۓ نوم نهٔ اَخلی
که اينږے ورشی نو پهٔ زړهٔ کښې دي اَلحَمدُ لِلهِ وُوائی په ژبه دي نهٔ وائی، اونهٔ دي دننه خبرے کوي، چې بهرته راؤوځی نو ښیٔ ښپه دي وړومبی کيږدي او دَ راوتو نه پس دي دا دُعا وُوائی
غُفرَانَکَ اَلحَمدُ لِلهِ الَّذی اَذهَبَ عَنّیِ الاَذٰی وَعَافَانِی
ستا نه بخښنه غواړم يه خدايه ، ثنا ده هغه خداۓ لره چې تکليف ئ رانه لرے کړو اؤ ارام ئ راکړو۔
دَ استنجاء نه پس چې لاس وُينځی نو په خاوره دي ئ وُمږی۔
دَ پاکیٔ يعنی اؤدس اؤ غُسل ثواب اؤ فضيلت
حديث شريف دی، څوک چې دَ اودس کولو په وخت کښې بِسمِ الله وُوائی (بسم الله او الحمد لله دواړه وئیل ډير ښهٔ دي) او بيا دَ هر اندام وينځلو په وخت دا وُوائی ” اَشهَدُ اَن لَّا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَحدَهُ لَا شَرِيکَ لَهُ وَ اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبدُهُ وَرَسُولَهُ“ دَ فارغ کيدو نه پس دِي دا وُوائی” اَللّٰهُمَّ اجعَلنِی مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجعَلنِی مِنَ المُتَطَهِّرينَ“
هغهٔ د پاره به دَ جنت اَتهٔ واړهٔ دروازے لرے شی، چې کومه دروازه ئ خوښه وي پهٔ هغي دي جنت ته ننوځی(دَ مرګ نه پس ) اؤ (کهٔ دَ اودس نه پس) فورًا دوه رکعته نفل نمونځ وکړی، قران پکښی وُلولی (لکه چې لوستی شی خو) ځان ورباندي پوه کړي، (پهٔ غفلت کښې نهٔ وي چې په دی خبر هم نهٔ شی چې څهٔ ئ ولوستل ، بلکه په حضور قلب سره ئ وُلولی) او ټول نمونځ دَ غَسی حضور قلب سره وکړی، نو هغهٔ به دَ نمانځهٔ نه وزګاريدو په وخت کښې دَ ټولو ګُناهونو نه پاک وی، لکه چې په دغه ورځ دَ مور نه پيدا شوی وي، او هغهٔ ته به وئیلی شی
چې دَ نوی سر نه عمل شروع کړه، ((رواه الحافظ المستغفری وحسنه کذافی احياء السنن) علماؤ وئیلی دي چې دَ ګُناهونو نه مطلب واړهٔ ګُناهونه دي، ځکه چې غټ ګُناهونه بی توبی نهٔ معاف کيږی۔
حديث شريف دی، څوک چې پهٔ ما باندئ درود اونهٔ وائی دَ هغی سړي اؤدس پوره نهٔ دی، اؤ پهٔ بل حديث کښی دَ درود دَ وَينا وخت دَ اودس نه پس ښئلی شوی دی۔ (احياء السنن)
حديث شريف دی۔ کوم مسلمان چې اودس کوي چې مخ ووينځي نو دَ هغهٔ دَ مخ نه دَ اوبو سره هغه ټول ګناهونه لرے شي ، دَ کومو طرف ته چې ددهٔ سترګو کتلی وو۔ يا ئ فرمائیلی وو دَ اخري قطرے دَ اوبو سره بيا چې دواړه لاسونه (تر څنګلو) ووينځی نو هغه ټول ګناهُونه ئ لرے شي کوم چې دهٔ پهٔ دواړهٔ لاسُونو کړي وي۔ دَ اوبو سره يا ئ فرمائیلی دي ، دَ اخري قطري دَ اوبو سره بيا چې دواړه پښے وُوينځی هغه ټول ګُناهونه ئ لرے شی کوم چې ئ په پښو کړي وي، تر دي چې دَ ګُناهونو نه پاک شی(مسلم) ددي ګُناهونو نه مراد واړهٔ (صغيره) ګُناهونه وي، دَ سترګو ګناه لکه چاته په بد نظر کتل، دَ لاسونو ګناه لکه چاته په بد خيال لاس وروړل، دَ پښو ګُناه لکه په بد نيت چرته تلل، دَ اودس ددي لويیٔ برکت او ثواب قدر پکار دی اؤ پهٔ صحيح طريقهٔ ئ کول پکار دي۔
حضرت انسؓ دَ ډيرے لوۓ درجی صحابی دی، لس کاله ئ دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې تير کړي دي، دَ هغهٔ نه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمائیلی دي، اے انسَ، دَ جنابت نه په غُسل کښې مبالغه کوه(چې په صحيح طريقه وُشی او څهٔ ځاۓ وُچ پاتی نهٔ شی) بی شکه تهٔ بهٔ دَ غُسل خانے نه داسے راوُوځی چې هيڅ ګُناه او خطا به درباندي پاتی نهٔ وی،(دلته هم مراد واړهٔ ګُناهونه دی) ما عرض وُکړو(دا دَ اَنسؓ قول دی) يا رسول اللهﷺ، غُسل کښي دَ مبالغی څهٔ طريقه ده؟ هغویٔ وفرمائیل چي”دَ وِيښتو مُونډان ښهٔ لواندهٔ شی اؤ بدن ښهٔ صفا شی(دَ بدن مښل مستحب دي، ځکه چې بغير دَ مښلو نه خِيرے ښهٔ نهٔ لرے کيږي) اؤ حضورﷺ وفرمائیل۔ اے زما خوږه بچيه۔ کهٔ طاقت دي وي نو هر وخت په اودس کښې وسه (هر وخت اودس کښې وسيدل مستحب دي) څوک چې دَ اؤدس په حالت کښې مړ شو هغهٔ به دَ شهادت (دَ ثواب) درجه مومی(ابويعلٰی)۔
دَ اؤدس کولو طريقه
(۱)اؤدس کوُونکی ته پکار دی چې قبلی ته مخ کړي او پهٔ اوچت ځاۓ باندي کينی چې څړيکی نهٔ ورځی
(۲) اول بِسمِ الله ووائی
(۳)بيا دری ځله تر مړوندُونو پورے لاسُونه وُوينځی
(۴) بيا درے ځله خوله کنګال کړی اؤ مسواک وُوهی۔ که مسواک نهٔ وی نو پهٔ ګوته دي غاښوُنه صفا کړی۔ که روژه دار نهٔ وي نو غرغره کول هم ښهٔ دي چې حلق ئ صفا شی۔ روژه دار ته غرغره نهٔ ده پکار چې اوبهٔ ئ دَ حلق نه تيرے نهٔ شی۔
(۵) بيا دي درے ځله پوزے ته په ښی لاس اوبهٔ واچوی اؤ دَ ګس لاس په (کچه) ګوته دي پوزه صفا کړي۔ که روژهٔ دار وي نو دَ پوزے دَ نرۓ حصے نه پاس اوبهٔ خيژَول نهٔ دي پکار۔
(۶) بيا دي درے ځله مخ وُوينځی دَ سَر دَ وِيښتو نه دي دَ زنی تر لاندے پورے اَؤ دَ يَؤ غوږ نه تر بل غوږ پورے اؤ دَ ورُوزو دَ وِيښتو دَ لاندے اوبهٔ رسول ضروري وي۔
(۷) بيا درے ځله دي اول ښی ليچه ورپسی ګسه ليچه دَ څنګلو سره ووينځی چې دَ يؤ وِيښتهٔ هومره ځاۓ هم وُچ پاتے نهٔ شی۔ دَ يَو لاس ګوتے دي دَ بل لاس ګوتو کښې ننه باسی چې ګروتونو ته هم اوبهٔ وُرسی۔ که ګوتی يا څلی ئ پهٔ لاس وي نو دَ هغی خوزَول پکار دي چې ورلاندي ځاۓ وُچ پاتی نشی۔
(۸) بيا دي يَو ځل په ټول سر باندي لوند لاس وُګرځوی دي ته مسَح وائی۔
(۹) بيا دي دَ غوږونو مسَح وکړي۔ پهٔ شهادته ګُوته دننه طرف او کټه ګوته بهر طرف ته۔
(۱۰) بيا دي دَ ګوتو دَ شا پهٔ طرف دَ څټ مسَح وُکړي خو مریٔ ته دي ګوتے نهٔ راولی۔ دَ مریٔ مسَح ښهٔ کار نهٔ دی۔ دَ غوږونو دَ مسحی دَ پاره تازه اوبهٔ اَخستل ضروري نهٔ دي۔ دَ سر دَ مسح نه چې څهٔ پاتی شی هغه کافی دي۔ دَ غسی دَ څټ مسحِ ته چې دَ ګوتو په شا کوم لوند والی پاتی وه هغه کافی دی۔
(۱۱) بيا دي اول ښیٔ پښه درے ځله دَ ګيټو سره وُوينځی او بيا ګسه پښه۔ دَ ګس لاس په کچينه ګوته دي پښو دَ ګوتو خلال کول پکار دي چې ګروتونو ته هُم اوبه وُرَسیِ اؤ څهٔ ځاۓ وُچ پاتے نهٔ شی۔ خلال دَ ښیٔ پښی دَ کچی ګُوتے نهٔ شروع کولی او دَ ګسی پښی په کچه ګُته ختمولی شی۔
(۱۲) دا دَ اؤدس کولو پوره طريقه ده ۔ خو په دی کښې ځنی کارونه داسی دي چې که هغه پاتی شی يا ورکښی څهٔ نقصان راشی نو اودس به وُنشی داسی کار ته ”فرض“ وائی۔
(۱۳) ځنی کارونه ورکښی داسی دي چې که هغه پاتی شی نو اودس خو به وُشی ولی دَ هغی په کولو کښی ډير ثواب دي او قصدًا ئ پريښول ګُناه ده۔ داسی کار ته”سُنت“ وائی۔
(۱۴) ځنی کارونه په کښې داسی دي چې پريښو کښې څهٔ ګُناه خو نشته ليکن کولو کښې ئ ډير ثواب دي داسی کار ته”مستحب“ وائی۔
(۱۵) په اودس کښې څلور”فرض“ دي۔(۱) يو ځل ټول مخ وينځل (۲) يو ځل دَ څنګلو سره دواړه لاسونه وينځل (۳) دَ څلورمی حصی مسَح کول (۴) يو ځل دَ ګيټو سره دواړه پښی وينځل۔ پهٔ دي کارونو کښې که يَو هم پاتی شی۔ يا دي ځایونو کښی دَ يو ويښتهٔ هومره ځاۓ وُچ پاتے شی نو اودس نه کيږی۔
(۱۶) په اودس کښې دولس کارنه ”سنت دي۔ (۱)دَ اودس نيت کول (۲) اول تر مړوندونو دواړه لاس وينځل (۳) بِسم الله وئیل (۴) خوله کنګالَول (۵) پوزے ته اوبهٔ اَچَول (۶) مسواک کول(۷) دَ ټول سر مسَح کول(۸) هراندام دری ځله وينځل(۹) دَ غوږونو مسَح کول(۱۰) دَ لاسونو پښو دَ ګوتو خلال کول(۱۱) اندامونه په هغه ترتيب وينځل کوم چې مخکښی ذکر شو (۱۲) يَو اندام لا وُچ نهٔ وي چې بل وينځل (پرله پسی وينځل) ددي نه علاوه نور کارونه ټول”مُستحب“ دي۔
(۱۷) دَ کومو انداموُنو وينځل چې فرض دي۔ که هغه وُوينځلی شی دَ اؤدس نيت ئ وي ، او که نه” لکه څوک حوض کښې پريوځی يا باران ته وُدريږی“ نو اؤدس به ئ وُشی ۔ نمونځ کول ورته جائز دي۔ خو دَ اَؤدس ثواب ئ وُنهٔ شو۔
(۱۸) که بيان شوي ترتيب نه بل شان څوک اَ ودس وکړی لکه چې وړومبی پښی وُوينځی بيا مخ لاس نو هم به ئ اؤدس وُشی۔ خوثواب به ئ کم وي۔ ځکه چې دَ ”سنّت“ طريقی نه خلاف دي۔ بلکه دَ ګُناه ويره ده۔
(۱۹) دَغَسی که وړومبی ګس اندام وُوينځی بيا ښیٔ ، نو اودس صحيح دی خو دَ ”سُنّت“ طريقی نه خلاف دي ۔ ثواب به ئ کم وي۔
(۲۰) هر اندام پهٔ داسی طريقه وينځل پکار دي چې وړومبی اندام لا وُچ شوي نهٔ وي، دومره وخت لګول چې يو اندام وُچ شی بيا بل وينځی دَ سنّت نه خلاف دي
(۲۱) هر اندام وينځلو کښې مښل پکار دي چې څهٔ ځاۓ وُچ پاتی نهٔ شی۔
(۲۲) دَ نمانځه دَ وخت نه وړومبی دَ اودس تياری ”مستحب“ دی۔
(۲۳) ترڅو پورے چې څهٔ عذر نه وي په خپل لاس اودس پکار دے۔ پهٔ بل چا دي اوبهٔ نهٔ اَچَوي، دَ دُنيا څهٔ خبرے دي نه کوي۔ دهر اندام په وينځلو دي بِسم الله وائی، اوبهٔ دي بی اندازے نهٔ خرڅ کوي، هر څومره که
ډيرے وي هم ، دَ دري ځلو نه دي هيڅ يا اندام نهٔ وينځي، مخ ته دي په زورهٔ اوبهٔ نهٔ اَچوي، چې بل ته څړيکی ورشی۔ دَ مخ وينځلو وخت کښې دي خوله نه پينچي کوي او نهٔ دي سترګی چغوي ځکه چې وُچ ځاۓ که پاتے شو، نو اودس به ئ وُنهٔ شی۔
(۲۴) ګوتی،څَلے يا بنګړے که ازاد وي هم خوزَول ئ مستحب دي، د نتے،پيزوان، ميخکی او چارګُل هم دا حکم دي، که ازاد وي نو خوزَول ئ مستحب دي، اوکه تنګ وي چې بغير دَ خوزَولو ورلاندي اوبهٔ نه ځی نو خوزَول ئ واجب دي۔
(۲۵) دَ چا پهٔ نُوکونو کښې اُوړهٔ وُچ شوی وي چې ورلاندی اوبهٔ نه شی ننوتی نو دَهغهٔ اودس نه کيږي، اوړهٔ دي لري کړي، او هغه ځایٔ ته دي اوبهٔ وُرَسَوِي، که دَ وينځلو نه مخکښي ئ نمونځ کړي وي نو هغه دي بيا وُکړي۔
(۲۶) که چا په تندي باندي په چيړ کناریٔ لګولي وي، او ورباندي اوبهٔ تيرے کړي، چې چيړ لاړ نه شي، نو اؤدس ئ نهٔ کيږي، دَ تندي نه ټول چيړ لري کول ضروري دي۔
(۲۷) دَ اؤدس نه پس دِ اِنَّا اَنزَلنَاهُ سورة او دا دعا وئیل پکار دي۔
اَللّٰهُمَّ اجعَلنِی مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجعَلنِی مِنَ المُتَطَهّرِينَ وَاجعَلنِی مِن عِبَادِکَ الصَّالِحِينَ وَاجعَلنِی مِنَ الَّذِينَ لَا خَوفُ عَلَيهِم وَلَا هُم يَحزَنُونَ
ترجمه۔ يه خدايه۔ ځما توبه قبوله کړے ما دَ ګُناهونو نه پاک کړے۔ او ما په خپلو نيکو بنديانو کښې شمار کړے۔ اؤ ما په هغه کسانو کښې شمار کړے دَ کومو چې (په دواړو جهانو کښې) څهٔ ويره نشته۔ او نهٔ به (دَ اخرت په ورځ غمژن وي۔
(۲۸) ښه داده چې دَ اؤدس نه پس دوه رکعته نفل نمونځ وکړي، دي ته ”تَحِيَّة الوضوء“ وئیلی شي۔ په حديثُونو کښې ددي نمانځه لویٔ ثواب بيان شوی دی۔
(۲۹) که دَ يو نمونځ دَ پاره چا اودس کړي وي، او اؤدس ئ لا مات شوي نهٔ وي، چې دَ بل نمانځه وخت شي، نو په دغه اودس بل نمونځ هُم کولي شي، خو که بل اودس وکړي نو ډير ثواب ئ دی۔
(۳۰) چې څوک يَو ځل اودس وکړي اؤ دغه اؤدس ئ مات شوي نهٔ وو او نه ئ ورباندي څهٔ عِبادت کړي وي نو اوس دَ هغهٔ دَ پاره بل اودس کول مکروه دي۔ دَ غسل کولو دَ پاره چې چا وړومبی اودس کړي وي، هغه ته هم په هغي اودس نمونځ کول پکار دي، او که دوه رکعته نفل ورباندي وُکړي نو بيا دوئم اودس کول مستحب دي۔
(۳۱) که دَ چا لاس پښی چاودي وي او موم يا روغن يا بل څه دارو ئ ورباندي لګَولی وي، چې لري کولو کښې نقصان وي، نو دَ هغي دَ پاسه اوبهٔ بَيَوُل کافی دي۔
(۳۲) که دا دَ ين کولو په وخت کښې څهٔ ځاۓ وُچ پاتی او دَ اودس پوره کولو نه پس معلوم شی۔ نو په هغي باندي تش لاوند لاس ګَرزَول کافی نهٔ دي۔ اوبهٔ پري دَ پاسه بَيول ضروري دي۔
(۳۳) که په څه ځاۓ باندي دانه يا داسی بل څهٔ زخم وي چې اوبهٔ ورته نقصان رَسَوي ، نو په هغي دي اوبهٔ نهٔ اَچَوي، تش لوند لاس دي ورباندي وګرزَوي، دي ته ”مسَح“ وائی۔ که لوند لاس نقصان رَسوي نو هغه ځاۓ دي وُچ پريږدي، اؤ چاپيره چې تر کومي دَ نقصان خطره نهٔ وي هغه دي وُوِينځی۔
(۳۴) که په دانه يا زخم باندي چا پټیٔ تړلی وي او پټیٔ پرانستو کښې ورته نقصان رسی يا ورته پرانستو کښې تکليف وي، يا ورسره بيا دَ تړلو څوک نه وي نو په داسي وخت کښې دَ پټیٔ دَ پاسه مسح کول (لوند لاس ګرزَول) هم جائز دي۔ که نهٔ وي، نو پټیٔ دي پرانزي، او په زخم باندي دي مسح وکړي۔
(۳۵) که دَ پټیٔ دروندے روغ ځاۓ هم راغلی وي، نو که پټیٔ پرانستو کښې تکليف وي، نو دَ ټولی پټیٔ دَ پاسه دي مسح وکړي، چې کوم ځاۓ زخم وي هغته او چې کوم ځاۓ روغ وي هلته هم۔
(۳۶) په مات هډُوکی باندي چې کومی تختی (الموړے) تړلی شی دَ هغی هم دا حکم دی۔ که پرانستو کښې ئ څهٔ نقصان نهٔ وي، نو پرانستل ئ پکار دي، نور اندام دي وُوينځی او په زخم دي مسح وکړي، او که نه شی پرانستی نو دَ تختو او پټیٔ دَ پاسه دي مسح وکړی۔
(۳۷) ښه داده چې په ټوله پټیٔ يا الموړے باندي لُوند لاس وُګرزَوي نو هم به ئ مسح صحيح شي، که دَ نيم نه کم وو نو صحيح نهٔ ده۔
(۳۸) که دَ زخم نهٔ پټیٔ پرانستی شي يا تري نه پَهَه پريوځی اؤ زخم لا جوړ نهٔ وي نو بيا دي ئ ورباندي وُتړي، اَؤ دوباره مسح کولو څهٔ ضرورت نشته۔او که ورلاندي زخم جوړ شوی وو، نو اوس دي ئ بيا نهٔ تړی ۔ هغه مسَح ماته شوه۔ دغه هومره ځاۓ باندي دي اوبهٔ تيرے کړي، دَ ټول اودس دوباره کولو ضرورت نشته۔
(۳۹) دَ دري ځله مخ وينځلو نه پس دَ ږيرے خلال پکار دی خلال دَ دري ځلو نه زيات نه پکار، دَ خلال طريقه داده چې لوندي ګوتی په اپوټه لاس دَ زنی دَ لاندي مخی په ويښتو کښی راننه پاسی اؤ دَ ويښتو تر سره ئ راوُرَسَوِي۔
(۴۰) مخ دَ يَؤ غوږ نه تربله غوږه وينځل فرض دي، ږيره ئ پهٔ مخ وي اؤ که نهٔ۔
(۴۱) دَ زنی وينځل فرض دي، که ويښتهٔ ورباندي نهٔ وي يا دومره لږ وي چې څومره ورکښی ښکاري۔
(۴۲) دَ شونډے کومه حصه چې دَ خولي بدَولو نه پس هم بَهَر ښکاري۔ دَ هغي وينځل فرض دي۔
(۴۳) دَ ږيرے يا بريتو يا وروځو وِيښتهٔ که دومره ګنړ وي چې څرمن پکښي نهٔ ښکاري ورلاندي څرمن ئ وينځل فرض نهٔ دي۔ هغه ويښتهٔ دَ څرمن پهٔ ځاۓ دي اؤ پهٔ هغي اوبهٔ بَيول پکار دي۔
(۴۴) وُرُوځی، بريت يا ږيره که دومره ګنړه وي چې ورباندي څرمن نه ښکاري نو دَ دغی هومري وِيښتو وينځل فرض دي کوم چې دَ مخ دَ حد دننه دي۔ زياتي راويزان ويښتهٔ وينځل فرض نهٔ دي۔
(۴۵) دَ جماعت په فرش باندي اؤدس کول ښهٔ نهٔ دي۔ البته که په داسی طريقه وي چې دَ اؤدس اوبهٔ دَ جماعت په فرش نهٔ پريوځی نو خير دی۔ اکثر خلق په دي کښې احتياط نهٔ کوي۔
اؤدَس مَاتَؤنکی کارُونه
۱۔ پهٔ وړو بولو، لويو بولو يا شا طرف نه هوا وتلو باندي اؤدس ماتيږي، دوړاندے طرف نه هوا وتلو باندي لکه چې کله کله په ناجوړتيا کښې کيږي، اودس نهٔ ماتيږي۔ دوړاندے يا وروستو طرف نه څه چينجے يا ګيټے راپريوتو سر هم اودس نهٔ ماتيږي۔
۲۔ که دَ چا په بدن څهٔ زخم وي دَ هغي نه چينجے راپريوځی۔ يا دَ غوږ نه راووځی۔ يا دَ زخم نه دَ غوښی ټکړه پريوځی خو وينه ورسره را ونهٔ وځی نو اؤدس ئ نهٔ ماتيږي۔
۳۔ که دَ چا دَ زخَم يا دانے يا رګ يا پوزے نه وينه يا زوه وبهيږي نو اودس ئ مات شو، که بهيدلی نهٔ وي صرف دَ زخم په خوله کښې ښکاره شی نو چې تر څو بهيدلی نهٔ وي اؤدس ئ نه ماتيږی، کهٔ چا کښې ستن ننوځی او وِينه بهر راووځی خو بهيدلی نهٔ وي څاڅکی پري وُدريږي نو اؤدس ئ نهٔ ماتيږي، خوکه لږه غوندے وُبهيده نو مات به شی۔
۴۔ که چا پوزهٔ سُونړ کړه او ترينه وينی وُچی ټوټی يا پتری پريوتل نو اودس پري نهٔ ماتيږی، اودس هله ماتيږي چې وينه نرمه وي او دَ ځائ نه وُبهيږي ، که چا پوزه کښې ګُوته ننويسته او په هغي دَ وينی داغ ولګيدو، نو که دَ بهيدو نهٔ وي په هغي هم نه ماتيږي۔
۵۔ که دَ چا په سترګه کښې دننه دانه وه هغه په خپله ماته شوه يا ئ ماته کړه او وينه دَ سترګے دَننه خوره شوه خو بهرته نهٔ وه راوُتی اودس نهٔ دي مات، اوکه دَ سترګے نه بهرته راوبهيده نو مات به شی هم دغه شان که د َغوږ دننه دانه ماته شوه نو څو پورے پهٔ وِينه يا زوه داسی ځاۓ ته نهٔ وه رارسيدلی دَ کوم ځاۓ چې په اودس يا غُسل کښې وينځل ضروري وي نو اودس ئ نه ماتيږي۔ او که داسی ځاۓ ته راوبهيده نو مات به شی۔
۶۔ که چا دَ دانی سَر وُشوکولو په هغي کښې وينه څرګنده شوه خو دَ دانی دَ اندازے نه بهر نه وه راوُتی نو اودس نهٔ ماتيږي۔ که روغ ځاۓ ته راوُبهيده نو مات به شی۔
۷۔ که پهٔ دانه کښې لویٔ غار وي نوکه وينه ډيره هم وي خو چې څو پوري ددي غار نه بهر روغ ځاۓ ته نهٔ وي رابهيدلي اؤدس نهٔ ماتيږي۔
۸۔ که دَ دانی نه وِينه خپله نهٔ وي راوُتی۔ په زور راويستی شوي وي نو هم که اوبهيده اؤدس ئ مات شو۔
۹۔ که دَ زخم نه لږه غوندي وينه راوُوته چې بهيږي نه او په زړوکي ئ پاکه کړه، دغَسی ئ څوک ځله وُکړل نو فکر ورته پکار دي۔ که دا ټوله دومره وه چې که پاکه شوي نه وي نو بهيدلي به وه۔ نو اودس مات شو او که دَ بهيدو نه وه نو نه دي مات۔
۱۰۔ که په تُوکانړو کښې وِينه راغله نو که دَ تُوکانړو رنګ زيړ وي چې وينه پري کمه وي نو اودس ئ نهٔ ماتيږي۔ اوکه برابر وي يا وينه زياته وي رنګ ئ سُور وي نو مات به شی۔
۱۱۔ که پهٔ غاښو ئ څهٔ شی پريکړو اؤ په هغي دَ وينی څه داغ وو يا ئ په غاښو کښې خلال(ډکے) ووَهَلو او په هغي دَ وينی رنګ وو او په توکانړو کښې دَ وينی څه اثر نهٔ ښکاريدو ، نو اؤدس نهٔ ماتيږي۔
۱۲۔ که چا ژورے (جونک) وُلګَولی اؤ هغي دومره وينه وُڅښله چې که نيمه ئ کړه نو ترينه به وُبهيږي۔ نو اؤدس ئ مات شو۔ او که لږه وه نو نهٔ ماتيږي۔ دَ ماشی يا کټمل په چک نهٔ ماتيږي۔
۱۳۔که په غوږ کښې ئ څه دانه نهٔ معلوميږي هم، داسی اوبهٔ که داسي ځاۓ ته راوُبهيږی چې په غسل کښې ئ وينځل فرض وي(څومره حصه دَ غوږ چې په نظر ښکاري) نو اؤدس ئ ماتيږي۔ هم دَغَسی که نامهٔ(ناف) نه
اوبهٔ بهيږي هم، دَ خُوږو سترګو نه چې اوبهٔ بهيږي دَ هغي هم دا حکم دي۔ که خُوږنهٔ وي نو هسی په اوښکو نهٔ ماتيږي۔ (مطلب دادي چې که په سترګو کښې دننه زخم وي څرګند يا که حکيم وُوائی۔ نو پہ ہذی اؤبو به اؤدس ماتيږي، په هسی اوښکو يا دَ نزلے په اوبو که دَ خُوږو سترګو نه هم بهيږي ، نه ماتيږي۔ حاشيه)
۱۴۔که دَ چا دَ تِی نه اوبهٔ راوُوځی او درد ورسره وي، نو هغه پليتی دي، اودس پري ماتيږي، (ځکه چې درد دَ زخم علامه ده اوکه درد ورسره نهٔ وي، نو بيا پري اودس نه ماتيږي۔
۱۵۔ که پهٔ قی (چالونو) کښې خوراک،اوبهٔ يا صفراء وي او قَی په ډکه خوله وي، نو اودس پري ماتيږي، (په ډکه خوله هغه دی چې پهٔ خولهٔ کښې ئ حصارَولی نهٔ شی) او که نریٔ بهيدونکی وينه وي۔ نو لږه وي او که ډيره ، اودس پري ماتيږي۔ اوکه دَ وينی کلکی ټوټی وي نو که قی په ډکه خوله وي خو ماتيږي او که نهٔ وي نه ماتيږي۔
۱۶۔که په يو ځل زړهٔ يشيدو ئ څو ځله لږ قی وُکړو، نو کتل پکار دي، چې دا ټول راجَمع شی دَ ډکی خولی قی به تري برابر شی که نه، که دَ ډکی خولی برابريږي نو اودس به مات شی۔ که نهٔ وي نو نه ماتيږي۔ اوکه يؤځل زړهٔ
يشيدو باندي لږ قی وُشو بيا ئ زړه په ارام شو، بيا ويشيدو اؤ لږ قی وشو بيا په ارام شو داسي څو ځله وُشو نو دا ټول به نهٔ راجمع کيږي او اودس پري نهٔ ماتيږي۔
۱۷۔که څوک په ناستی ناستی اؤده شو يا ئ څهٔ شی ته تکيه لګولی و او داسی غافل اُوده شو چې که دا شیٔ لر شی نو پری به وځی نو اؤدس ئ مات شو۔ اوکه دَ نمانځه پهٔ حالت کښې په ناستی يا په ولاړی يا رکوع يا سجده کښې اُودهٔ شو نو نهٔ ماتيږي(ښځه که دَ سجدے په حالت کښې اوده شوه څنګه چې هغی ته سجده پکار ده ۔ نو اودس به ئ مات شی۔ ځکه چې دَ هغي ټول اندامونه په زمکه لګيدلي وي، او په غفلت اوده کيدی شی۔ سړي په سجده کښې غافل کيدی نشی)
۱۸۔ که دَ نمانځه نه بهر هم څوک دَ قعدے په شکل ناست وي څه ته ئ تکيه نه وي لګَولی اُوده شی نو اودس ئ نه ماتيږي۔
۱۹۔که په ناستی خوب داسی جوټه ورکړه چې پريوتو ، نو که دَ پريوتو سره پوه شو ، يا ئ هسی جوټی خوړی پريوتی نهٔ وو نو اؤدس ئ نهٔ ماتيږي، اؤ که دَ اړخ لګيدو نه لږ غوندي پس هم بيدار شی نو اودس ئ مات شی۔
۲۰۔په بيهوشیٔ او ليونتوب باندي اؤدس ماتيږي که لږ غوندي ساعت وي هُم، او هُم دغه شان که د تمباکو يا بل څه نشَیٔ څيز نشه دومره وُخيژي چې سړے سم قدم نه شي کيښوی پښی ئ اخوا ديخوا کيږي۔ اؤدس به ئ مات شی او که لږ غوندي ئ حواس خراب شو خو دَ بيهوشیٔ يا ليونتوب حد ته نهٔ وي رسيدلی اؤدس ئ نهٔ ماتيږي۔
۲۱۔ پهٔ نمانځه کښې دومره په زوره خندل چې خپله هم واؤری اؤ ورسره خوا کښې چې څوک وي هغه ټول ئ هم واؤري، اؤدس او نمونځ دواړه ماتَوي اؤ که دومره وي چې ورسره خوا کښې خو واؤريدي شی خو دويئم کس ئ وانهٔ وري نو نمونځ به ئ مات شی اؤ اؤدس ئ نهٔ ماتيږي۔ او که په خندا کښې ئ صرف غاښونه څرګند شی دَ خولی نه ئ اواز ونهٔ ووځی نو نه ٔ ئ نمونځ ماتيږي او نه ٔ اؤدس ۔ که خنديدونکي نابالغ هلک يا جينیٔ
وي يا نمونځ دَ جنازے يا سجدهٔ تلاوت وغيره نو په خندا صرف نمونځ ماتيږي اودس نهٔ ماتيږي۔ او که نمانځه کښې څوک اُوده شو۔ په خوب کښې ئ په زوره وُخندل نو اؤدس ئ نهٔ ماتيږي۔ (نوټ) مسٔله نمبر۔۲۲،۲۳،۲۴، ددي برخی په اخر کښې ص ۱۱۶،۱۱۷ باندي وُګورئ۔
۲۶۔ که دَ اودس نه پس چا نوکُونه پريکړل يا ئ زخم نه مرداره څرمن وُشوکوله نو په اؤدس کښې ئ څه نقصان نه راځی، نه ورته دَ اؤدس کولو ضرورت شته اؤ نهٔ دَ هغه ځائ وِينځلو۔
۲۷۔ که دَ اؤدس نه پس دَ چا ستر څرګند شو۔ يا ئ دَ بل چا دَ ستر ځائ وُليدو يا ئ غسل خانه کښې په بربنډه اؤدس وُکړو نو اؤدس ئ صحيح دي۔ البته بغير دَ څهٔ خاص ضرورت نه ستر څرګندَول يا دَ بل چا سَتر ته کتل سخته ګُناه ده۔
۲۸۔ دَ کوم څيز په وتلو چې اودس ماتيږي هغه پليت وي، او په کوم چې اودس نه ماتيږي هغه پليت هم نهٔ وي، نوکه دَ چا دَ زخم نه لږه وينه يا زوه اُووته يا چا لږ قی وکړو، چې خوراک ي اوبهٔ يا صفراء وي ورکښی يا دَ ويی کلکی ټکړے وي، اؤ دا څيزونه دَ چا په بدن يا جامه باندي وُلګی نو وينځل ئ ضروري نهٔ دي، اوکه په ډکه خوله قی وي، يا بهيدونکي وينه زوه وي نو هغه پليت دي، وينځل ئ ضروري دي، کهٔ دَ ډکی خولی قی نه پس ئ پهٔ جام يا لوټه خوله کيښوه نو هغه لوښی به هم ناپاک شی، په چونګ کښی اوبهٔ اخستل پکار دي۔
۲۹۔ وړوکی دَ پيو ماشوم هم چې پَیٔ واپس کوي،نو که په ډکه خوله وي هغه هم پليت دي، وينژل ئ ضروري دي، بی وينځلو په هغي جامو نمونځ صحيح نهٔ دي، که لږ وي نو بيا خير دي۔
۳۰۔ که چا اؤدس کړي وي او دا ورته ياد نه وي چې زما اؤدس شته که مات شوي دي، نو تش په دي شک اؤدس نهٔ ماتيږي خو که اؤدس وکړي نو ښه به وي۔
۳۱۔ که دَ اؤدس کولو په وخت کښې دَ چا شک شو چې دا اندام می وينځلی دي که نهٔ نو هغه ځاۓ وينځل پکار دي، اوکه دَ اؤدس پوره کولو نه پس ئ شک شو نو دَ هغي پرواه ساتل نهٔ دي پکار البته که يقين ئ وو چې دا کار می نهٔ دي کړي نو هغه دي وکړي۔
دَ بې اؤدَسَه حُکم
۱۔ بی اؤدسه قران شريف ته لاس وروړل ناروا دي۔ په داسی زړُوکی ئ نيول پکار دي چېدَ بدن نه جُدا وي۔ د اَغوستی قميص په لمن يا دَ سرکړی څادر يا لوپټی په پِيسه ئ نيول جائز نهٔ دي۔ بی اؤدسه په يادو قران شريف لوستل يا چې لاس نهٔ وروُړی نو دَ پرانستی قران شريف نه لوستل خير دی۔
۲۔ دَ قران شريف يا سِپارے کاغذ ته لاس وروړل بی اؤدسه ناروا دی۔ ليکلی شوی ځایٔ وي او که ساده ځایٔ وي۔ او که پوره قران شريف يا سِپاره نهٔ وي۔ هسی په ساده کاغذ باندي يَو ايت دوه ليکلی شوی وي نو هغی ساده ځایٔ ته لاس وروړل چې په ايت نهٔ لګی خير دی۔
۳۔ بی اؤدسه دَ قران شريف ليکل چې ليکلی شوي ځایٔ ته نهٔ وروُړی خير دی۔ دَ امام محمدﷺ پهٔ مذهب بی اؤدسه ليکل هم منع دي اؤ احتياط په دغه کښې دی۔
۴۔ دَ يَو ايت نه کم ليکل بی اودسه خير دی۔ که په ساده کاغذ ليکلی شی۔ په قران شريف کښې ليکل جائز نه دي۔
۵۔ نابالغه واړهٔ که بی اودسه قران شريف ته لاس وروړی خير دی۔
۶۔ دَ قران شريف نه علاوه نورو اسمانی کتابونو لکه تورات،زبور، انجيل، صرف ليکلی ځاۓ ته لاس وروړل منَع دي۔ ساده ځاۓ ته خير دے۔
دَ مَعذُور حُکم
۱۔ که دَ چا په پوزه داسی وينه راماته شوه چې وُدريږی نه، يا داسی زخم وي چې هر وخت بهيږی يا دَ چا دَ وړو بولو ناجوړتيا وي چې هر وخت تري ټکی ټکی بهيږی، اؤ دومره وخت نهٔ مومی چې دَ پاکیٔ په حالت کښې نمونځ وکړي شی، داسی سړي ته ”معذور“ ويلی شی، هغه به دَ هر نمانځه دَ وخت د پاره اودس کوي، اؤ تر څو پورے چې دَ دغی نمانځهٔ وخت وي هغه به په دغه يَو اؤدس باندي فرض نمونځ او نفل ټول کولی شی، په دغه عادتی بيماریٔ به ئ اودس نهٔ ماتيږي، څو پوری چې بل څه وجه دَ اؤدس ماتيدو نهٔ وي پيدا شوي، چې وخت پوره شی، نو دَ بل نمانځهٔ دَ وخت دَ پاره به تازه اؤدس کوي، دا اؤدس به ئ په دغه خپل عادتی مرض مات شی، بل څه وجه دَ ماتيدو وي اوکه نهٔ وي، مثلاً که دَ يو سړی دَ وړو بولو ناجوړتيا وه دَ مازيګر دَ نمانځه دَ پاره ئ اؤدس وکړو، دا اودس به ئ تر ماښامه پوری وي، چې نمر پريوځی نو اوس به دَ ماښام د پاره تازه اؤدس کوي، او که دَ نمر پريوتو نه مخکښی ورته بل څه عارض پيښ شو نو دَ هغی دَ وجهی نه به په هغه وخت کښې هم که بيا ضرورت
وو تازه اؤدس کوي، اؤ چې وخت پوره شی نو دَ بل وخت دَ پاره به بيا تازه اؤدس کوي، اؤ دغه شان دَ هر وخت دَ پاره ۔
۲۔ که معذُور سړی دَ سحر دَ نمانځهٔ دَ پاره اؤدس کړی وي نو دَ نمر راختو نه پس په دی اؤدس نور نمونځونه نهٔ شی کولی، بل اؤدس به کوی، اوکه چا دَ نمر راختو نه وروستو دَ اشراق دَ نمانځهٔ دَ پاره اؤدس کړی وي، نو په دی باندي دَ ماسپښين نمونځ کولی شی، دَ مازيګر دَ نمانځهٔ دَ پاره به بل اؤدس کوي۔
۳۔ که دَ چا پهٔ بدن داسی زخم وو چې هر وخت بهيدو، هغهٔ اودس وکړو، ددي نه پس پري بيا نوي زخم بل وُلګيدو اؤ وِينه تري وبهيده نو اؤدس ئ مات شی۔
۴۔ بنيادم به معذور هله ګنړلی شی، چې پوره يَو وخت دَ نمانځهٔ ورباندي داسی تير شی چې دومره لحظه هم هغه عذر بند نهٔ شی چې څوک ورکښی نمونځ کولی شی، که چری دَ نمانځهٔ په ټول وخت کښې (مثلاً زوال نه دَ مازيګر دَ نمانځهٔ تر وخته) دومره قدر ته هم دا عُذر بند شی چې اؤدس او نمونځ ورکښی کيدی شی، نو هغهٔ ته معذور نشی وئیلی اؤ دَ هغهٔ بهٔ دا تير شوی حکمونه نهٔ وي، اؤ کهٔ دَ نمانځهٔ پوره وخت داسی تير شی چې عذر ورکښی بند نهٔ شی نو دا سړے معذُور شو، اوس دَ بل وخت دَ پاره دا ضرور نهٔ ده چې بيا دي هم په ټول وخت کښې عذر موندی شی، البته بيا دا ضرور ده چې څهٔ نه څهٔ وخت کښې دي خواه مخواه وي، که چری دَ يو نمانځهٔ پوره وخت (مثلاً دَ زوال نه دَ مازيګر تر نمانځهٔ) ورباندي داسی تير شی په دي ټول وخت کښې هغه عذر پيدا نهٔ شی(مثلاً دَ زخم نه وينه لاړه نهٔ شی) نو ددهٔ عذر ختم شو، اوس که ئ دَ زخم نه وينه اوبهيده نو اؤدس به ئ مات شی۔
۵۔ دَ ماسپښين وخت څه تير شوی وو چې دَ زخم نه وينه ئ بهيدل شروع شو، بنديږی نه نو تر آخره وخته انتظار پکار دی، که بنده شوه خو ښه که نهٔ وي نو اؤدس دي وکړي او نمونځ دي وکړي، بيا که د مازيګر په ټول وخت کښې دَغَسی بهيده نو دَ مازيګر وخت تيريدو نه پس به ورباندي دَ ”معذُور“ حکم ولګی، او که دَ مازيګر دَ وخت دننه بند شی نو بيا معذُور نهٔ دی، که دي مينځ کښی ئ په دغه اؤدس څهٔ فرض نمونځونه کړي وي، نو هغه دي دوباره وکړي۔
۶۔ معذُور سړے که دَ څهٔ بل څهٔ وجهی نه په داسی وخت کښی اؤدس وکړي چې عذر ئ (مثلاً وينه) بند وو، بيا هغه جاري شو، نو اوس به بل اودس کوي، اوکه تازه اؤدس ئ دَ خپل عذر دَ وجهی نه کړي وي، نو که دَ اؤدس په وخت کښی بند وو بيا جاري شو نو په دي ئ اؤدس نهٔ ماتيږي۔
۷۔ که چری دَ داسی معذُور په جامه دغه وينه وُلګی، نو کتل پکار دي، که دَ نمانځهٔ ختميدو نه وړومبی ئ بيا هم دَ لګيدو ويَره وي، نو وينځل ئ ضروري نهٔ دي، اوکه دومره بنديږي چې نمونځ به په صفا جامو وُکړی شی ،نو که دَ روپیٔ برابر يا زيات وي، نو وينځل ئ ضروري دي، بي دَ وينځلو نهٔ ورسره نمُونځ روا نهٔ دی۔
دَ غُسل اَحکام
۱۔ غُسل کؤونکی ته پکار دي چې وړومبی تر ګِيټو پوری لاسُونه وُوينځی، بيا استنجا وکړی که هلته پليتی نه وي لګيدلی هُم استنجا پکار ده، بيا که بل ځاۓ په بدن چرته پليتی لګيدلی وي هغه وُوينځی بيا اؤدس وُکړي، که څوکیٔ يا کانړے يا داسی ځاۓ وي چې هلته اوبهٔ نهٔ وُدريږي نو پښی دی هم اُووينځی کنی نو ښپی دي بيا دَ غُسل نه پس چي وُچ ځاۓ ته شی وُوينځی، دَ اؤدس نه پس دي دري ځله په سر اوبهٔ واچَوي، بيا دري ځله په ښیٔ اُوږه او دري ځله په ګسه، په داسي طريقه چې په ټول بدن باندي اوبهٔ وبهيږي، اؤ دَ يَو وِيښته هومره ځاۓ په ټول بدن کښې وُچ پاتي نهٔ شی، که چری اول ئ ښپی نه وي وينځلی نو دَ هغهٔ ځاۓ نه دي وُچ ځاۓ ته راشی او ښپی دي وُوينځی۔
۲۔ دَ اوبو اَچَوُلو په وخت کښې ټول بدن په لاس مښل پکار دي، چې څهٔ ځاۓ وُچ پاتي نهٔ شی۔
۳۔دَ غُسل دا طريقه دَ سُنّت مطابق ده، په دي کښې ځنی کارونه فرض دي، چې بغير دَ هغي نه غُسل نه صحيح کيږي، ځنی ”سُنّت“ دي، چې کولو کښې ئ ثواب دي اوکه پاتي شی نو هم غُسل به وُشی، بدن به پاک شی خو ښهٔ کار نهٔ دی، فرض ورکښی صرف دري کارُونه دي۔
اول۔خولهٔ کنګالَول چې دننه ټوله حصه کښې اوبهٔ وُګرځی
دويئم۔ پوزے ته اوبهٔ اچؤل چې دَ پوزے نرمه حصه ټوله لونده شی۔
دريئم۔ ټول بدن باندي اوبهٔ اچؤل چې دَ ويښتهٔ هومره ځاۓ وُچ پاتي نهٔ شی، باقي کارونه سُنّت وي۔
۴۔ دَ غُسل کولو په وخت کښې دي قبلي طرف ته نهٔ مخ کوي، بی فائدے دي ډيری اوبهٔ نهٔ بيَوي، اونهٔ دي دومره کمی لګوي چې بدن ئ وُچ پاتي شي۔ غُسل دي په داسي ځاۓ کښې کوي چې څوک ئ نهٔ وينی، دَ غُسل په وخت کښې دي خبري نه کوي دَ غُسل نه پس دي په توليه بدن وُچ کړي اؤ جامو اغوستلو کښې دي بيړه کوي تر دي پوري که دَ اؤدس وخت کښې ئ پښی وينځلی نهٔ وي نو اول دي جامی واغوندي بيا دي پښی وُوينځی۔
۵۔ که داسی ځاۓ وي چې څوک ئ نهٔ وينی نو بربنډ لامبل هم جائز دي، په ولاړي وي که په ناستی، دَ غُسل خانے چت پټ وي او که څرګند،ليکن دَ چا دَ کتلو ويَره نهٔ وي نو پرده کول (دَ نامهٔ نه تر زنګوُنونو ځان پټول) ضروري دي، دا اندام په هيڅ وخت کښې څرګندَول جائز نه دي،(ښځو ته دَ نورو ښځو نه پرده کول ضروري دي، اکثر ښځی دَ نورو ښځو نه پرده نهٔ کوی، دَ نورو ښځو مخکښی ورته دَ نامهٔ نه تر زنګوُنه بدن څرګندَول جائز نهٔ دي، اؤ دَ ذی رحم محرم(دَ چا سره چې نکاح کول ناجائز دي) سړو مخکښی دَ مخ، لاسُونو او پښو نه علاوه نور بدن څرګندَول جائز نهٔ دي، اؤ دَ غير محرم مخکښی دَ بدن هيڅ حصه حرګندَول جائز نهٔ دي۔
۶۔ چې پهٔ ټول بدن اوبهٔ وُګرځی، خوله کنګاله کړي، او پوزے ته اوبهٔ واچَوی نو غُسل وُشو، که دَ غُسل نيت ئ کړي وي او کهٔ نَه، لکه چې په حوض کښې پريؤځی يا باران ته دَ يخنیٔ په غرض وُدريږي، ټول بدن ئ لوند شی، خولے او پوزے ته اوبهٔ واچوی، نو غُسل وشو،(دَ غُسل په وخت کښې کلمه وئیل يا په کلمه اوبهٔ دم کول ضروري نهٔ دي، بلکه دَ لامبلو په وخت کښې کلمه يا بل څهٔ دُعا لوستل ښهٔ کار نهٔ دے“)
۷۔ که په بدن کښې دَ ويښتهٔ هومره ځاۓ هم وُچ پاتی شو، نو غُسل ئ وُنهٔ شو، همدغه شان که خولی ته يا پوزے ته ئ اوبهٔ وانهٔ چولی هم ئ غُسل وُنهٔ شو۔
۸۔ که چاته وروستو ياد شو چې څهٔ ځاۓ وُچ پاتی شوی دی نو چې کوم ځاۓ وُچ پاتي وي هغه دي وُوِينځی تش لوند لاس ورباندي ګرزَول کافی نهٔ دي، اوبهٔ وربادندي بيَول ضروري دي که خوله کنګال يا پوزے ته اوبهٔ اَچَول پاتي وي، يا بل څهٔ پاتی وي هغه دي وُکړي، دَ دوباره غُسل کولو حاجت نشته۔
۹۔ که دَ څهٔ ناجوړتيا په وجه سر باندي اوبهٔ اَچَول نقصان ورکوي نو سر دي وُچ پريږدي نور بدن دي وُوينځی چې کله جوړ شی نو بيا دي تش سر وُوينځی، دَ دوباره غُسل کولو ضرورت نشته۔
۱۰۔ دَ دي برخے په آخر کښې په ص ۱۱۷ ليکلی شوی ده۔
۱۱۔ که دَ سَر ويښتهٔ ئ قمسیٔ کړي نهٔ وي نو ټول ويښتهٔ لوندَول او دَ ويښتو ويخونه ته اوبهٔ رَسول فرض دي، چې يو ويښتهٔ يا دَ يَو ويښتهٔ مونډ هم وُچ پاتی نشی، اؤ که ويښته ئ قمسیٔ کړي وي نو دَ ويښتو لوندَول معاف دي، صرف دَ ويښتو مونډان لوندَول ضروري دي، خوکه بغير دَ سپړدلو نه دَ ويښتو مونډانو ته اوبهٔ رسيدل ګران وي نو قمسیٔ سپړدل ضروري دي، اؤ بيا به ټول ويښتهٔ او دَ ويښتو مُونډان لوندَول پکار وي، دا حکم دَ ښځو دَ
پاره دی، که سړي دومره لویٔ ويښتهٔ پري يِښی وي چې قمسیٔ کړي ئ وي، نو دَ هغهٔ دَ پاره دَ قمسیٔ سپړدل اؤ ټول ويښتهٔ اؤ دَ وِيښتو مونډان لوندَول ضروري دي۔
۱۲۔ ګُوتی، څلے،نته، والیٔ، پيزوان، ميخکے يا بل څهٔ که ئ اَچَولی وي نو هغه دي ښهٔ وُخوزَوي چې دَ سُوري دننه اوبهٔ وُرَسی، کهٔ غوږونو يا پوزه کښې سوري وي ، او څهٔ شے ئ پکښی اچَولی وي البته که دا څيزونه دومره ازاد وي چې دَ خوزَولو نه بغير هُم اوبهٔ دننه رسيدی شي نو بيا ئ خوزَول فرض دي، خو ”مستحب“ او ښهٔ دي۔
۱۳۔ که دَ چا په نوکُونو کښی اوړهٔ وُچ شوي وي، چې ورلاندي اوبهٔ نهٔ شی رسيدے نو غُسل ئ نهٔ کيږي، چې کله ئ ياد شی يا ئ وُوينی نو هغه دي لری کړي اؤ هغی ځاۓ ته دي وابهٔ وُرسوی، که دَ دي نه ئ مخکښی څهٔ نمونځونه کړي وي نو هغه دي بيا وُکړي۔
۱۴۔ که لاس پښی دَ چا چاؤدي وي اؤ په هغي کښی ئ موم يا وائسلين لګَولی وي نو دَ هغی دَ پاسه اوبهٔ تيرَول کافی دي۔
۱۵۔ دَ غوږ څرګندے حصی ته تر څومره چې په نظر راځی، او دَ نامهٔ سُوری کښې هم اوبهٔ رَسَوُل ضروري دي، که وُچ پاتی شو نو غُسل ئ نهٔ کيږي۔
۱۶۔ که دَ غُسل په وخت کښې ئ خوله کنګال کړي نهٔ وي، خو اوبهٔ ئ په ډکه خوله څښلی وي، چې ټوله خوله کښې اوبهٔ ګرځيدلی وي نو هُم غُسل به ئ وُشی، ځکه چې مطلب ټولی خولی ته اوبهٔ رَسَوُل دي، اؤ که داسی ئ څښلی وي چې ټوله خوله کښې اوبهٔ نهٔ وي ګرځيدلی، نو بيا ورته ټوله خوله کنګالَول ضروري دي۔
۱۷۔ که په لاسو، پښو يا نور بدن يا ويښتو باندي تيل لګيدلي وي چې اوبهٔ پري خوئيږی او ودريږي نه، نو دَ دي څهٔ حرج نشته چې په ټول بدن اوبهٔ واچَوی نو غُسل ئ وُشو۔
۱۸۔ که پهٔ غاښونو کښې ئ نيله نښتي وي دَ هغي ويستل ضروري دي ، که دَ هغي دَ وجهی نه څهٔ ځاۓ وُچ پاتي شي نو غُسل به وُنه شي۔
۱۹۔ که چا په تندي يا مخ باندي په چيړ(سريښ) کناریٔ لګولی وي يا ئ په ويښتو چيړ يا سريښناک تيل لګوَلی وي، چې دَ هغي دَ وجهی نه لاندي ځاۓ ته اوبهٔ نهٔ رسی، نو دا چيړ لري کول ضروري دي، که دَ پاڅه پري اوبهٔ اوبيوَي، نو غُسل به وُنهٔ شی۔
۲۰۔ کهٔ پهٔ شونډو باندي ئ مسّی(لپ سټک) لګَولی وي، دَ هغي لری کول هم ضروري دي۔
۲۱۔ که دَ چا سترګے خُوږ وي ، چنړ يا شے ترينه راووځی، او دَ سترګو په ګُټ کښې داسی وُچی شوي وي چې اوبهٔ تري لاندي نهٔ رسی ، نو دَ هغي لري کول هم ضروري دي، نهٔ ئ غُسل کيږي اؤ نهٔ اؤدس۔
غُسل کله فرض کيږي اوکله واجب دے؟
دا بيان دَ دے برخے پهٔ اخر کښې دَ ص۱۱۷ نهٔ تر ص۱۲۶ پورے وُګوریٔ۔
غُسل کله سُنّت دے؟
۱۔ دَ جُمعی په ورځ دَ سحر دَ نمانځهٔ نه پس دَ جُمعی دَ نمانځهٔ تَر وخته په چا باندي چې دَ جُمعی نمونځ فرض دی هغهٔ ته غُسل کَول سُنّت دي۔
۲۔ دَ اخترونو په ورځ دَ سَحر دَ نمانځهٔ نه پس دَ اخترونو دَ نمانځهٔ تر وخته په چا باندي چې دَ اختر نمونځ واجب دی هغهٔ ته غُسل کول سُنّت دي۔
۳۔ دَ حج يا عمرے احرام تړلو دَ پاره غُسل کول سُنّت دي۔
۴۔ حج کوونکی ته دَ عرفے په ورځ دَ زوال نه پس غُسل کول سُنّت دي۔
غُسل کله مُستَحَب دي؟
۱۔ که دَ حدَثِ اکبر(لوۓ پليتیٔ) نه پاک وي نو اسلام راوړلو دَ پاره نو مُسلم ته غُسل مستحب دی۔
۲۔ هلک يا جينیٔ چې دَ پنځلسو(۱۵) کالو شی دَ ځوانیٔ څه علامه ورکښی نه وي څرګنده شوی، هم غُسل کول ورته مستحب دي۔
۳۔ دَ ښکر لګوَلو نه پس او دَ بيهوشیٔ يا جنون نه په هوش کيدو نه پس غُسل مستحب دي۔
۴۔ دَ مړي دَ لامبَوُلو نه پس مړي لامبَوُونکی ته۔
۵۔ دَ شب برات يعنی شعبان په پنځلسمه شپه۔
۶۔ دَ ليلة القدر په شپو کښې چا چې ليلة القدر ليدلی وي۔
۷۔ دَ مدينی منّوری ښهر ته دَ ننوتلو دَ پاره۔
۸۔ دَ لوۓ اختر دَ لسم تاريخ په سحر دَ نمانځهٔ نه پس مزدلفه کښې حصاريدلو دَ پاره۔
۹۔ دَ طواف زيارت دَ پاره ۔
۱۰۔ په جمرو باندي کانړو ويشتو دَ پاره۔
۱۱۔ دَ کسؔوف، خسؔوف، او استؔسقاء دَ نمونځونو دَ پاره۔
۱۲۔ دَ خوف او مصيبت دَ نمونځونو دَ پاره۔
۱۳۔ دَ څهٔ ګُناه نه توبه ويستلو دَ پاره ۔
۱۴۔ دَ سفر نه راتللو نه پس چې کورته راوُرَسی۔
۱۵۔ عامو جمعو، اؤ جلسو ته دَ تللو دَ پاره۔
۱۶۔ دَ نوؤ جامو اغوستلو په وخت کښي۔
۱۷۔ څوک چې پهانسی کولی شی په هغهٔ وخت کښي۔
دَ غُسل يا اؤدس دَ پاره څنګه اوبهٔ پکار دي؟
۱۔ دَ باران په اوبو، دَ چينے،خوړ، درياب،کوهی، اؤ تالاب په اوبو اؤدس او غُسل کول صحيح دي، تروي اوبهٔ وي او که خوږے۔
۲۔ دَ ميوے يا دَ وُنو دَ پانړو نه ويستی شوي اوبو باندي غُسل يا اؤدس صحيح نهٔ دی، دَ هندوانے يا ګنی په رس باندي هُم نهٔ کيږي۔
۳۔ که په اوبو کښې څهٔ شیٔ ګډ شي۔ ي اورکښې څهٔ شی پوخ شي چې خلق ورته بيا اوبهٔ نهٔ وائی لکه شِيره
ښوروا، سرکه، شربت، عرق وغيره شو۔ نو په دي هم غُسل يا اودس نهٔ کيږي۔
۴۔ که په اوبو کښې څهٔ پاک شیٔ ګډ شی چې دَ اوبو رنګ يا بویٔ يا خوند بدل کړي خو ټينګی شوي نهٔ وي، او نهٔ ورکښی هغه شی پوخ کړے شوي وي، لکه په روانو اوبو کښې چې شګه بهيږي يا په اوبو کښې صابون يا څهٔ رنګ ګډ شي۔ چې رنګ ورکښې ډير نهٔ وي، نو په داسی اوبو غُسل اؤ اودس دواړه جائز دي۔
۵۔که په اوبو کښې څهٔ څيز پوخ کړے شو چې دَ هغي په وجه ئ رنګ يا بویٔ يا خوند بدل شو نو په هغي غسل ي اودس صحيح نهٔ دی۔ البته که دا شی په اوبو کښې دَ صفايیٔ دَ پاره اَچَولي شوي وي نو خير دی۔ لکه دَ مړي دَ لامبلو دَ پاره چې په اوبو کښې دَ بيرے پانړے يشَوی، خو که پانړے ورکښې دومره واچَولي شي چې اوبهٔ ټينګی کړي نو بيا جائز نهٔ دي۔
۶۔ که جامو ته رنګ ورکولو دَ پاره زعفران يا رنګ اوبهٔ کړی نو په هغي غسل يا اؤدس جائز نهٔ دي۔
۷۔ که په اوبو کښې پیٔ ګډ شي که لږ وي نو خير دي او که ډير وي چې دَ پيؤ رنګ ورکښې څرګند شي نو بيا ورباندي غُسل يا اؤدس جائز نه دي۔
۸۔ که په ځنګل کښې چرته اوبهٔ پرتی وي نو څو پوري چې ئ دَ پليتیٔ يقين نهٔ وي شوي، په هغي اودس جائز دي، صرف په دي شک ئ پريښول نهٔ دي پکار چې پليتي به وي که په داسي وخت کښې چا تيمّم وکړو نو جائز نهٔ دي۔
۹۔ که پهٔ کوهی کښې دَ وُنو پانړے دومره پريوځی چې رنګ يا مزه يا بویٔ ئ بدل شي هم تر څو پوري چې اوبهٔ ټينګی شوي نهٔ وي اؤدس پري جائز دي۔
۱۰۔په کومو اوبو کښې چې څهٔ پريؤځی لږه وي که ډيره په هغي اوبو اودس يا غُسل ناروا دي خو که هغه اوبهٔ بهيدونکی وي نو چې تر څو پوري ئ رنګ يا خوند يا بویٔ بدل شوي نهٔ وي، نو خير دي که دَ څهٔ پليتیٔ دَ وجهی نه دَ روانو اوبو رنګ يا خوند يا بویٔ بدل شي نو دا روانی اوبهٔ هم پليتی شوی۔ روانی اوبهٔ هغهٔ دي چې واښهٔ يا دَ وُنی پانړه ځان سره بيَولي شي۔ که ډيره ورو ورو وي هم۔
۱۱۔ لوۓ حوض چې لس(۱۰) لاسه اُوږد او لس(۱۰) لاسه پلن وي۔ او دومره غرق وي چې په چُونګ کښې اوبهٔ راخستو سره ئ زمکه نهٔ ښکاري نو داسي حوض دَ روانو اوبو په شان دي، تر څو پوري چې دَ پليتیٔ دَ وجهی نه دَ اوبو رنګ يا خوند يا بُویٔ نهٔ وي بدل شوي نهٔ پليتيږي په داسي حوض کښي که داسي پليتی پريوځی چې ښکاره نه ، لکه شراب، يا واړهٔ بول وغيره نو په هر طرف ئ اؤدس کولي شي۔ اوکه داسي پليتی وي چې په نظر ښکاري، لکه مُرداره پکښي پرته وي نو چې په کومه غاره باندي هغه پرته وي په هغي طرف دي نهٔ کوئ۔ په نورو ټولو غاړو کولي شي۔
۱۲۔ حوض که شل(۲۰) لاسه اُوږد او پِنځهٔ(۵) لاسه پلن يا پِنځهٔ ويشت(۲۵) لاسه اُوږد او څلور(۴) لاسه پلن وي خو چې مربع ئ سل(۱۰۰) جوړيږي نو هغهٔ لوۓ حوض دی۔
۱۳۔ که پهٔ چت باندي پليتی پرته وي باران وُشی اؤ پرناله وُبهيږي نو که دَ چَت زياته حِصه باندي پليتی وي نو اوبهٔ پليتی دي۔ اوکه دَ نيمي نه کم باندي پليتی وي نو اوبهٔ پاکی دي۔ اوکه پليتي دَ پارنالي په خولهٔ کښې پرته وي چې ټولي اوبهٔ ورباندي راتيريږي نو دا اوبهٔ پليتي دي۔
۱۴۔ که اوبهٔ ورو ورو بهيږي نو اؤدس دي زر زر نهٔ کوي ځکه چې دَ دبدن نه پريوتي استعمال شعي اوبهٔ بيا راوانخلی۔
۱۵۔ په لوۓ حوض کښې چې کوم ځاۓ دَ بدن نه اوبهٔ پريوځي که دَ هغي ځاۓ نه بيا راواخلي هُم خير دي۔
۱۶۔که يَو کافر يا وړوکي بچي په اوبو کښې لاس وُوهلو نو اوبهٔ نهٔ پليتيږي۔ څو پوري چې دا معلومه نهٔ وي چې په لاس باندي ئ څهٔ پليتي وه۔ ليکن دَ وړو څهٔ اعتبار نشته۔ پکار دا ده چې نوري اوبهٔ وي نو په داسي اوبو دي اؤدس نهٔ کوي۔
۱۷۔داسي شیٔ چې بهيدونکی وِينه پکښې نهٔ وي۔ که په اوبو کښي مړ شي يا مړ شوي اوبو ته پريوځي نو اوبهٔ نهٔ پليتيږي۔ لکه ماشے،مچ، مچیٔ، ډنډاره، لړم يا نور څهٔ داسي۔
۱۸۔ کوم څيزونه چې اوبو کښې پيدا کيږي او په اوبو کښې اوسي هغه که اوبو کښې مړ شي نو اوبهٔ نهٔ پليتيږي لکه ماهی چيندخه، کونی کبر(سرطان) وغيره، دَ اوبو نه سِوا بل پاک څيز کښې که مړ شي لکه سرکه، شربت، يا بل څهٔ، نو هغهٔ هُم نهٔ پليتيږي، دَ اوچې اؤ دَ اوبو دَ چيندخي يَو حکم دي خو که دَ اوچی په چيندخ کښې وِينه وه نو په هغي به پليتيږي۔ دَ اوبو دَ چيندخ په پنجه کښې جالیٔ وي، اؤ دَ اوچي دَ چيندخ په پنجه کښې جالیٔ نهٔ وي۔
۱۹۔ کوم څيزُونه چې اوبو کښې وسي خو پيدائش ئ په اوبو کښې نهٔ وي۔ دَ هغي په مرګ اوبهٔ پليتيږي لکه مرغابیٔ، بطه، يا بل داسي۔
۲۰۔ ماهے،چيندخه يا بل څهٔ دَ اوبو شے که اوبو کښې مړ شی، سخاشي اؤ ذرے ذرے شي هم اوبهٔ نهٔ پليتيږي خو داسي اوبه څښل ښهٔ نهٔ دي۔ دَ ناجوړتيا ويره ده پکښي غُسل يا اؤدس ورباندي کولي شي۔
۲۱۔ کومي اوبهٔ چې په نمر ګرمي شوي وي، په هغي اؤدس ښه نهٔ دي ، دَ برګی مرض دَ لګيدو خطره ده پکښي۔
۲۲۔ دَمردار ځناور څرمن چې په نمر وُچه شي يا په دارو داسي پخه شي چې ډيره مُده کيښو باندي نهٔ خرابيږي او نهٔ سخا کيږي نو هغه پاکه شي۔ نمونځ ورباندي روا دي او مشک ترينه هم جوړَولي شي۔ ليکن دَ خنزير څرمن په هيڅ شکل نه پاکيږي۔ او دَ بنيادم دَ څرمني نه څهٔ کار اخستل جائز نه دي۔
۲۳۔ دَ سپی ، پيشو، زمري وغيره څرمن څنګه چې په وچيدو پاکيږي دَغَسي که دغه ځناور په بسمِ الله حلال حلال شي نو هم پاکه شي۔ وُچه وي او که لونده خو غوښه ئ نهٔ پاکيږي۔ او نهٔ ئ خوراک روا کيږي۔
۲۴۔دَ مُردارے وِيښتهٔ، هډوکي، ښکر ،او غاښُونه پاک دي۔ که په اوبو کښې پريوځي اؤ دَ مُردارے غوړ ورباندي نهٔ وي نو اوبهٔ نهٔ پليتيږي خوکه دَ مُردارے غوړ پري لګيدلي وي نو هغه پليت دي په دي وجه به اوبهٔ پليتي شي۔
۲۵۔ دَ بنيادم هډوکي اؤ وِيښتهٔ هم پليت دي، خو دَ هغي نه څهٔ کار اَخستل جائز نهٔ دي۔ په عزت سره ئ ښخول پکار دي۔
دَ کُوهی پاکَوُل
۱۔ که په کوهي کښې څهٔ پليتي لکه بول، وِينه يا بل داسی شیٔ پريوځی نو کوهے پليت شي۔ پليت شۓ لږ وي او که ډير دَ کوهي ټولے اوبهٔ ويستل ضروري دي۔ دَ ټولو اوبو ويستلو مطلب دادي چې دومره لږے اوبهٔ ورکښي پاتي شي۔ چې بوقه ترينه ډکيږي۔ چې اوبهٔ خلاصی شي نو کوهے، دَ کوهی رسیٔ، بوقه، ديوالونه ټول په خپله پاک شي۔ ددي څيزونو دَ وينځلو ضرورت بيا نشته۔
۲۔ که پهٔ کوهی کښې دَ کونترے، چنچړے يا بل څهٔ حلال مارغهٔ بول پريوځی نو کوهے نهٔ پليتيږي۔ خو دَ چرګے، مرغابیٔ او بطے په بولو پليتيږي۔ ټولے اوبهٔ ئ ويستل پکار دي۔
۳۔ دَ سپی ،پيشو، غوا، بزے، يا نورو ځناورو په بولو اؤ متيازو باندي هم کُوهے پليتيږي او ټولے اوبهٔ ويستل ضروري دي۔
۴۔ که بنيادم ، بزه، سپے يا ددے برابر بل څهٔ ځناور کوهی کښې پريوځی مړ شی يا مړ ورکښي پريوځی نو ټولي اوبهٔ ئ ويستل ضروري دي۔
۵۔ که څهٔ ځناور کوهی کښې پريوځی او اوپړسيږي يا وروست شي نو وړوکے وي که غټ دَ کوهی ټولے اوبهٔ به ويستی شي۔
۶۔ که په کوهی کښې چنچنړه يا منږک مړ شی خو پړسيدلی يا وروست شوي نهٔ وي نو شل ديرش بوقی راويستل پکار دي۔
۷۔ دَ غټ کربوړي هم دغه حکم دي۔
۸۔ که کونتره يا چرګه يا پيشو يا ددي هومره بل څهٔ شے کوهی ته پريوځی مړ شی خو پړسيدلی يا وروست شوی نهٔ وي، نو څلويښت بوقی ويستل کافی دي۔ که شپيتهٔ اوباسی نو ښے دي۔ په پورتنو ټولو حالتونو کښې دَ مردارے ويستل وړومبی ضروري دي۔ که مُرداره په کوهی کښي پرته وه اؤ اوبهٔ ئ اُويستے نو دَ مُردارے دَ راويستو نه پس به بيا هغه هومره اوبهٔ نورے وُباسی۔
۹۔ کومه بوقه چې اکثر په کوهی پرته وي هم دَ هغي په حساب به اوبهٔ ويستي شي۔ که څوک ئ پهٔ ډيره لويه بوقه وُباسی۔ چې دَ کوهی عامی بوقی ورکښی دري څلور راځی نو دَ کوهی دَ بوقو حساب لګَوَل پکار دي۔ لکه شل بوقی ويستل وي۔ نو داسی لوۓ بوقی به څلور يا پِنځه کافی شی(که دَ کوهی خپله خاصه بوقه نهٔ وي نو درميانه بوقه به حسابيږي۔ درميانه بوقه کښې کچه دری نيم سيره اوبهٔ راځی۔ مترجم)
۱۰۔که دَ ټولو اوبو ويستلو ضرورت وي، او هغه کُوهی چينه دار وي ، چې ټولی اوبهٔ خلاصَول ئ ممکن نهٔ وي، چې څومره وُباسی دومره ورکښی نوري را ووځی، نو اندازه دي ولګوي چې په هغه وخت ورکښي څومره بوقی اوبهٔ وي هغه هومره دي ترينه وُباسی۔ دَ اندازي لګولو طريقه داده
ا،دوه هوښيار ديندار سړي چې دَ کوهيانو په حساب پوهيږي، تخمينه وُلګوي چې دومره اوبهٔ ورکښي دي۔ ۲،رسیٔ ورکښي واچوي اوبهٔ معلومي کړي چې څو ګزه دي۔ مثلاً پينځهٔ وي نو په يو مخ دي ترينه سل بوقي راوُباسی بيا دي وُګوري چې څومره کم شو۔ فرض کړه چې يو ګز کم شو، نو پينځه سوه بوقي دي ترينه وُباسي۔ ۳، که دا دواړه کارونه ګران وي نو دري سوه بوقے دي ترينه وُباسي۔(ځکه چې اکثرو کوهيانو کښي ددي نه زياتی اوبهٔ نه وي)۔
۱۱۔که دَ کوهی نه څهٔ مړ څيز راوُوَتو دا پته نهٔ وي چې کله پريوتی دي نو که پړسيدلي يا وروست شوي نه وي نو په دي اوبو چې چا اؤدسُونه کړي وي۔ دَ يوي شپے ورځی نمونځونه دي دوباره وُګوزاري۔ او که دَ يوي شپے ورځي په دي وخت کښې ئ په دي اوبو جامي وينځلي وي هغه دي هم بيا وُوينځي۔ اوکه پړسيدلي يا وروست وي، نو دَ دري ورځو دري شپو نمونځونه دي دوباره کړي۔ اؤ په دي مينځ کښې ئ که جامي وينځلي وي ۔ هغه دي هم بيا وُوينځي احتياط په دي کښې دي۔ بعضي عالمانو دا حکم کړے دي چې دَ کوم وخت نه پليتي معلومه شوه، دَ هغي وخت نه به دَ ناپاکیٔ حکم لګي۔ که چا په دي حکم عمل وکړو هم جائز دي۔ خو اول ښهٔ دي۔
۱۲۔ که په يو سړي لامبل فرض وو۔ هغه دَ بوقی راويستلو يا دَ بل څه دَ پاره کوهی ته کوز شو نو که بدن يا جامو باندي ئ څهٔ ظاهري پليتی نهٔ وي نو کوهی نهٔ پليتيږي۔ هم دَ غَسی که کافر کوهی ته کوز شی او په جامو يا بدن ئ څهٔ ظاهري پليتی نه وي۔ نو کوهے نهٔ پليتيږي ۔ که څهٔ ظاهري پليتی ئ په بدن يا جامو لګيدلي وي نو کوهے به پليت شی۔ اؤ ټولے اوبهٔ ويستل ضروري دي که چري شک وي چې جامه به ئ ناپاکه وي نو تش په شک باندي کوهے نهٔ پليتيږي۔ بيا هم که دَ شک لرے کولو دَ پاره شل ديرش بوقے تري وُباسی نو ښی دي۔
۱۳۔ که پيشو په خوله کښې منږک وُنيوو اؤ په غاښونو ئ زخمی شو، دَ پيشو نه خلاص شو او هم دَ غَسی زخمی کوهی ته پريوتو نو ټولی اوبهٔ ويستل ضروري دي۔ دَ منږک په سبب نه بلکه دَ هغه وينی په وجه چې دَ منږک نه بهيدلي ده۔ هُم دغسی هر يو ځناورچې زخمي وي وَړوکی وي او که لویٔ ټولی اوبهٔ به ويستی شي۔
۱۴۔دَ خنزير نه سيوا که بل ځناور کوهی ته پريوتو او ژوندي راوُوتو او په بدن ئ څهٔ پليتي ظاهري نهٔ وه، نو کوهے نهٔ پليتيږي(څو پوري چې دا يقين نهٔ وي شوے چې دي ځناور نه به ورکښي بول متيازے لاړ وي)۔
۱۵۔ که منږک دَ پاخانے نه راوُوتو اؤ دَغَسی دَ پليتیٔ نه ډک کوهی ته پريوتو نو مړ وي که ژوندے ټولے اوبهٔ ويستل ضروري دي۔
۱۶۔ دَ منږک پريکړي شوي لکیٔ يا دَ کربوړی لکیٔ که کوهی ته پريوځی نو ټولی اوبهٔ ويستل ضروري دي(ځکه چې پريکړی لکیٔ پوری وينه لګيدلی وي)۔
۱۷۔ دَ کوم څيز په پريوتو چې کوهے پليتيږي که هغه څيز سره دَ کوششه راوُنهٔ ووځی۔ نو کتل پکار دي چې دا څيز دَ کوم قسم نه دي۔ که داسي شے وي چې خپله پليت نهٔ وي څهٔ پليتي ورباندي لګيدلي وي۔ لکه ناپاکه جامه يا ناپاک پيزار،نو دَ هغي راويستل معاف دي۔ اوبهٔ دي وُباسی کوهے به پاک شی۔ او که هغه شۓ خپله پليت وي۔ لکه مرداره نو څو پوري چې دا يقين نهٔ وي شوي چې هغه شے به اوس وروست شوي وي۔ او خاؤرو سره به خاؤرے شوي وي نو کوهے نهٔ شی پاکيدي کله چې دا يقين وُشی نو ټولی اوبهٔ دي وُباسی کوهے به پاک شی۔
۱۸۔ څومره اوبهٔ چې ويستل پکار وي، ښه داده چې په يو ځل وُويستی شي اوکه په واره واره لږے لږے وُباسی نو هم به کوهے پاک شی۔
دَ جُوټے حُکم
۱۔ بنيادم جُوټه پاکه ده، مسلمان وي که بی دينه وي، پاک وي او که ناپاکه (په غُسل کښي) خو که په خوله ئ څهٔ پليتی لکه شراب يا بل څهٔ لګيدلي وي، نو بيا ئ جُوټه ناپاکه ده ، دَ بنيادم خُوَله هم پاکه ده۔
۲۔ دَ سپی جُوټه پليته ده، که پهٔ څهٔ لوښی کښي خُوله وُوَهی نو پهٔ دري ځله وينځلو باندي پاکيږي، دَ خاؤرے لوښے وي که مسين، خو ښه داده چې اُوه (۷) ځله وُوينځلی شي، او يو ځل په خاورو مانج کړي شی۔
۳۔ دَ خنزير جُوټه پليته ده، هم دغه شان دَ زمری ، ګيدړ، بيزو(شادو) دَ ټولو څيرَوونکو ځناورو جُوټه پليته ده۔
۴۔ دَ پيشو جوټه پاکه ده، خو مکروه ده، که نوری اوبهٔ وي، نو دَ پيشو په جُوټه اوبو اؤدس نهٔ دي پکار، که نوري اوبهٔ نهٔ وي نو بيا خير دے۔
۵۔ که پيشو څه دَ خوراک شۓ جوټه کړي نو که مالدار وي هغه دي نهٔ خوري او که غريب وي نو وُدئ خوري، دَ غريب دَ پاره مکروه هم نه دي۔
۶۔ پيشو که منږک وُخوړو او په هغه ساعت ئ اوبهٔ جوټه کړے، نو هغه اوبهٔ پليتي دي۔ او که يَو ساعت تير وو چې خولهٔ ئ صفا کړي وي نو بيا پليتي نه دي، مکروه دي۔
۷۔ ازاده چرګه چې اخوا ديخوا ګندګی خوري دَ هغي جوټه مکروه ده کومه چرګه چې تړلی وي دَ هغي پاکه ده۔
۸۔ دَ ښکاري مارغانو لکه باؔر،جورؔه، باؔښه، جوټه مکروه ده۔ ليکن دَ څهٔ پليتیٔ خطره نهٔ وي، دَ هغي جُوټه پاکه ده۔
۹۔ دَ حلال ځناور لکه غوا،بزه، هُوسیٔ وغيره او دَ حلالو مارغانو جُوټه پاکه ده۔ دَ اَس جُوټه هم پاکه ده۔
۱۰۔ کوم مُردار څيزونه چې کورونو کښې اوسی لکه مار،لړم، کربوړے، منږک داسي نور ددي ټولو جوټه مکروه ده۔
۱۱۔ که منږک دَ روټیٔ نه چک وُوَهی نو ښه داده چې دَ چکونو ځاۓ لږ لږ وُشوُکَوی، باقی روټیٔ پاکه ده۔
۱۲۔ دَ خر او قچر دَ جوټے په پاکوالی کښې شک دے۔که چرته فقط دَ خَر يا قچر جوټه اُوبه وي نوري پاکي اوبهٔ نه وي نو په هغي دي اؤدس هم وُکړي اؤ تيمّم دي هم او وهی۔ اول دي تيمّم وَهی بيا اؤدس وکړي او که اول اودس کوي بيا تيمّم وهي۔ دَ دواړو اختيار دي۔
۱۳۔ دَ کومو ځناورو چې جوټه پليته ده دَ هغو خوَله هم پليته ده۔ دَ کومو چې جوټه پاکه ده خوَله ئ هم پاکه ده۔ او دَ کومو چې مکروه ده خوَله ئ هم مکروه ده۔ دَ خر او قچر خوَله پاکه ده۔که په بدن يا جامه وُلګی نو وينځل ئ ضروري نهٔ دي۔ خو ښه داده چې وُوينځلی شی۔
۱۴۔ که چا پيشو ساتلي وي چې هر وخت ئ لاسُونه څَټی نو چې په کوم ځاۓ دَ پيشو دَ خولي لاړي لګيدلي وي هغه ځائ وينځل پکار دي۔ که اونهٔ وينځی نو مکروه او بدکار دي۔
۱۵۔ ښځو ته دَ غير سړي جوټه اوبهٔ يا خوراک خوړل مکروه دي، چې معلوم وي ورته په ناخبریٔ کښي خير دي۔
دَ تيمُّم اَحکام
۱۔ که څوک دَ ابادیٔ نه لري په ځنګل کښې وو او دا ورته معلومه نه وي چې اوبهٔ چرته دي۔ څوک وي هم نه چې تپوس تري وکړي، نو په داسي وخت کښې تيمُّم وهل جائز دي که چا ورته وُوئیل چې دَ يو ميل شرعی دننه اوبهٔ شته۔ اؤ غالب ګمان دا وو چې دا سړے رشتيا وائی يا دَ څهٔ علامونه دا معلوميده چې دَ يو ميل دننه به اوبهٔ پيدا شي او دَ اوبو په تلاش کښې دهٔ ته يا دَ ده ملګرو ته څهٔ تکليف نهٔ وو۔ نو بي دَ تلاش نه تيمّم وَهل جائز نه دي ۔ اؤ که پوره يقين وي ورته چې دَ يو ميل دننه اوبهٔ شته نو بيا تيمم په هيڅ حال جائز نهٔ دي۔ که ده ته يا ملګرو ته ئ تکليف هم وي خو اوبهٔ پيدا کول ضروري دي۔ (فائدہ۔ شرعی مهل دَ انګريزی ميل نه لوۓ دي ۔دَ انګريزي يَو ميل يو فرلانګ او لس ګزه نه يو شرعی ميل جوړيږي)۔
۲۔ که اوبهٔ معلومي وي خو دَ ميل نه زياتي لري وي نو دَ دومره لري نه راوړل واجب نه دي تيمم وَهَل جائز دي۔
۳۔ څوک چي دَ ابادئ نه لري وي اؤ دَ يو ميل شرعی دننه اوبهٔ نهٔ پيدا کيږي نو تيمم ورته جائز دي۔ هغه سړے په شرعي سفر وي اوکه مسافر نهٔ وي هُم۔
۴۔ که په لار کښي کوهے وو خو بوقه يا رسیٔ نه وه چې اوبهٔ راوُباسی او نهٔ څوک داسی وو چې رسیٔ يا بوقه تري نه وُغواړي۔ نوبيا هم تيمّم جائزدي۔
۵۔ که اوبهٔ ئ وُموندلی خو دومره نهٔ وي چې پوره اؤدس ورباندي وُشی۔ نو که دومره وي چې يو يو ځل ورباندي لاسونه ، مخ، او پښی وينځلی شي نو دغه شان دي اودس وکړي۔ يعني صرف فرض دي ادا کړي سنّت او مستحب دي پريږدي۔ او که دومره هُم نه وي نو بيا دي تيمّم وکړي۔
۶۔ که دَ ناجوړتيا په سبب ورته اوبهٔ نقصان کوي که اودس يا غُسل وکړي نو ناجوړتيا به ئ زياته شي يا به اوږده شي۔ نو تيّمم ورته جائز دی۔ که ګرمی اوبهٔ نقصان نه کوي، نو بيا ورته ګرمي اوبهٔ استعمالول ضروري دي۔ البته که ګرمي اوبهٔ نهٔ شوي پيدا کيدي نو بيا تيمّم وهلي شي۔
۷۔ که چرے اوبهٔ دَ يو ميل نه نِزدو وي خو يوه زنانه دَ پردے په وجه يا دَ سړو نه دَ شرم په وجه تللی نه شی نو هغي ته تيمّم روا نهٔ دی داسي پرده چې دَ هغي په وجه دَ شريعت يو حکم پاتي شي ناجائز او حرامه ده، برقعه دي په سر کړي يا دي څادر کښي پټه شي اؤ اوبهٔ دي راؤړي البته دي سړو په مخکښي دي اودس نهٔ کوي، لاس پښی دي نه څرګندوي، په ډَډه دي کښينی۔
۸۔ ترڅو پوري چې دَ اوبو نِشت په سبب يا په بل څهٔ عُذر په اوبو اؤدس نه شي کولي تر هغي وخته پوري تيمّم وَهَلي شي هر څومره موده چې وي په تيمّم هم هغَسی پاکي راځی، څنګه چې په اوبو راځی، دا خيال دي څوک نه کوي چې پهٔ تيمّم به پوره پاکی نهٔ راځی۔
۹۔ که اوبهٔ په قيمت خرڅيږي اؤ ددهٔ سره دَ لاري دَ خرڅ اخراجات نه زياتي پيسي وي نو اوبهٔ اخستل ورباندي فرض دي۔ البته که قيمت ئ دومره اوچت وو چې دومره رقم څوک په اوبو نه شي ورکولي نو بيا تيمم وَهلي شي۔ يا که ورسره دَ لاري دَخرڅ اخراجات نه زيات رقم نه وو بيا هُم تيمُّم جائز دی۔
۱۰۔ که چري سخت ساړهٔ وويا واؤري وريدي چې خطره وه که په اوبو غُسل وکړي نو مړ به شي يا به ناجوړه شي۔ او څه کمبل، بړستن هم ورسره نهٔ وي چې ځان ګرم کړي نو داسي وخت کښي هم تيمُّم جائز دی۔
۱۱۔ که دَ چا بدن دَ نيم نه زيات زخمی وي يا ورباندي داني وي نو هغه هم دَ غُسل په ځائ تيمُّم وهلي شي۔
۱۲۔ که چا په تيمُّم نمونځ وکړو اوبهٔ نِزدي وي خو هغهٔ ته پته نه وه نو دا تيمُّم او نمونځ ي دواړه صحيح دي۔ دَ خبريدو نه پس دَ نمانځهٔ دَ دوباره کولو حاجت نِشته۔
۱۳۔ که په سفر کښې دَ بل چا سره اوبهٔ وي نو فکر دي وکړي که دا خيال ئ وو چې ترينه وُغواړم نو رابه کړي، نو تيمّم وَهَل ورته جائز نه دي اوکه دا خيال ئ وو چې که وغواړم هُم نو رابهٔ نهٔ کړي په داسي وخت کښي بيا په تيمم نمونځ جائز دي۔ ولي که دَ نمانځهٔ نه پس ئ وُغوښتی او هغهٔ ورکړي نو دا نمونځ به بيا دوباره کوي۔
۱۴۔ که دَ آب زمزم نه ډکے زمزمیٔ ورسره وي نو تيمّم کول صحيح نهٔ دي بلکه دَ هغه زمزم په اوبو غُسل يا اودس کول فرض دي۔
۱۵۔ که دَ چا سره اوبهٔ وي، خو په ځنګل کښي روان وي، په لار کښي نوري اوبهٔ نهٔ وي که په دي اودس وکړي نو په لار کښي دَ تندي نه دَ مرګ يا تکيف ويره وي نو تيمّم جائز دي۔
۱۶۔ که چرے دَ څهٔ بيماریٔ په سبب غُسل کول نقصان ورکوي او تش اؤدس نقصان نه ورکوي نو دَ غُسل دَ پاره دي تيمم وُوهی۔ دا تيمم دَ غسل اؤدس دواړو دَ پاره کافی دي۔ دَ دي نه پس چې ئ اؤدس مات شی نو دَ اؤدس دَ پاره به بيا تيمُّم نهٔ وهی بلکه اودس به کوي۔
۱۷۔ دَ تيمُّم وهلو طريقه داده چې دواړه لاسونه په پاکه زمکه وُوهی او په ټول مخ باندي ئ راکاږي چې لږ غوندي ځائ هم خالی پاتي نه شي۔ بيا ئ دوباره په زمکه وُوهی۔ او دواړو لاسُونو باندي ئ تر څنګلو په داسي طريقه راکاږي چې دَ ښِی لاس دَ شهادت او کټی ګُتی نه علاوه نوري دري واړه ګوتي دَ ګس لاس دَ ګوتو دَ لاندي کيږدي تَلی اوچت وُساتي او تر څنګلو ئ راکاږي۔ بيا په واپسیٔ کښي تَلی وُلګَوی۔ اؤدَ شهادت ګوته اؤ کټه ګوته چاپيره کړي۔ تر ګوتو ئ واپس راورَسَوِي۔ بيا دَغَسی دَ ګس لاس ګوتی دَ ښی لاس لاندي کيږدي۔ تر څنګلو ئ راکاږي اؤ بيا ئ تر ګوتو واپس راولی۔ بنګړي يا کنګنړ خوزَول او ګوتي يا څلے کوزَوُل پکار دي۔ چې په ټول لاس کښي څه ځائ خالی پاتي نشي۔ بيا دي دَ ګوتو خلال وکړي (د يو لاس ګوتي دي بل لاس کښي دننه باسی)۔
۱۸۔ په خاؤره باندي لاس وَهَلو نه پس لاس څنډل پکار دي چې مخ په خاورو خړ نهٔ شی۔
۱۹۔ دَ زمکے نه سِوا چې کوم څيزونه دَ زمکے دَ قسم نه وي په هغي هم تيمُّم روا دي، لکه شګے،چونه،رانجهٔ،ګيری،کانړے، يا نور داسي اؤ کوم څيز چې دَ زمکے دَ قِسم نه نهٔ وي لکه سرهٔ زر، سپين زر، قلعی، تانبا، وُسپنه، غله، جامه، يا نور داسی نو په هغي تيمُّم روا نهٔ دي البته که په دي څيزونو ګرده پرته وي ې په لاس کيښو پري نخښه جوړيږي، نو بيا پري تيمُّم کيدي شی۔
۲۰۔ کوم څيز چې نهٔ په اور کښي سوزي او نهٔ ويلی کيږي هغهٔ دَ زمکے دَ قِسم نه دي۔ پهٔ هغي تيمُّم کيدي شي اؤ چې کوم شی سوزي اِيره کيږي يا ويلي کيږي په هغي تيمُّم نه کيږي۔ په اِيره هُم نه کيږي۔
۲۱۔ دَ تانبی يا بل داسی څيز په لوښو يا په تکيه ، تُلائی يا جامو وغيره باندي تيمُّم نه کيږي البته که دومره ګرد وي ورباندي چې په لاس وَهلو الوزي يا په لاس پوري لګي(چې په هغه څيز دَ پنجی نشان جوړ شی) نو بيا جائز دي، که لږ لږ ګرد وي، نو بيا جائز نهٔ دي،دَ خاورو په کوزه، منګی، يا بل پوخ لوښی يا پخه خښته باندي چې روغن پري نه وي لګيدلي تيمُّم جائز دي، ګرد ورباندي وي اؤ که نه۔
۲۲۔ پهٔ کانړی باندي که ګرد نهٔ وي لکه ښهٔ وينځلی شوي وي، هم تيمُّم جائز دي۔ په لاس باندي دَ خاورے لګيدو څه حاجت نشته۔
۲۳۔ په لونده خاؤره (خټه) باندي تيمُّم اګر چې جائز دي مګر مناسب نهٔ دي که بل څهٔ نهٔ وي نو ښه داده چې په زړوکی خټه وُلګَوي چې وُچه شی نو بيا دي پري تيمُّم وُوهی۔ البته که وخت کم وي نو چې څنګه کيدي شي تيمُّم دي وکړي خو نمونځ دي نهٔ قضا کوي۔
۲۴۔ په زمکه باندي چې څه پليتی وُلګي۔ په نمر وُچه شي بویٔ تري لاړ شی نو زمکه پاکه شی۔ خو په داسی زمکه نمونځ صحيح دی او تيمُّم پري صحيح نه دي۔ دَ تيمُّم دَپاره ډيره پاکه زمکه پکار ده که دا علم وي چې په دي زمکه پليتی لګيدلي ده نو تيمُّم دي پري نه کوي۔ اوکه معلومه نه وي نو هسی شک کول نهٔ دي پکار۔
۲۵۔ څنګه تيمُّم چې دَ اؤدس دَ پاره کيږي۔ هم هغَسی دَ غُسل دَ پاره هم دي۔ په دواړه کښي څهٔ فرق نشته۔ دَ دواړو طريقه يَو شان ده۔ دَ جنابت په وخت کښي يا دَ حيض و نفاس نه پاکيدو نه پس دَ ضرورت په وخت کښي يو شان تيمُّم وَهَلی شي۔
۲۶۔ دَ تيمُّم دَ پاره نيت ضروري دي۔ که دَ چا خپله دَ تيمُّم وهلو اراده نهٔ وه بل چاته دَ ښيئلو دَ پاره ئ تيمُّم وُوَهلو نو دَده تيمُّم ونه شو۔ که دهٔ ته ضرورت وو نو بيا به وهی۔
۲۷۔ دَ تَيمُّم په وخت کښي صرف دَغَه هومره نيت کافی دی چې دَ پاکیٔ په نيت دَ نمانځهٔ دَ پاره تيمُّم وهم۔ خاص دَ اؤدس يا غُسل نو اخيستل ورکښي ضروري نهٔ دي۔
۲۸۔ که قران شريف ته دَ لاس وروړلو په نيت چا تيمُّم وُوَهلو نو په دي تيمُّم نمونځ کول صحيح نه دي۔ اوکه ٔ دَ نمانځه په نيت ئ وَهَلی وي، نو په هغي قران شريف ته لاس وروړے شي۔ دَغَسي که دَ يو نمانځه دَپاره وَهَلي وي دَ بل وخت نمونځ پري هُم کولي شي۔
۲۹۔که چاته دَ غُسل هم ضرورت وي، اؤ اؤدس ئ هم نه وي نو يو تيمُّم دَ دواړو دَ پاره کافی دي۔ دَ جُدا جُدا تيمُّم کولو ضرورت نشته۔
۳۰۔ که چا په تيمُّم نمونځ وُکړو۔ بيا ئ اوبهٔ ومونتلي او دَ نمانځهٔ وخت لا ختم نهٔ وو هم نمونځ دوباره کول نهٔ دي پکار هغه نمونځ ئ صحيح دي۔
۳۱۔ که چري اوبهٔ دَ يَو ميل شرعی دننه وي۔ ليکن وخت تنګ وي که اوبهٔ راؤړي نو وخت په ختم شي۔ بيا هم تيُّمم صحيح نهٔ دي۔ اوبهٔ دي راؤړي او نمونځ دي قضا وُکړي۔
۳۲۔ چي اوبهٔ وي نو دَ قران شريف ته دَ لاس وروړلو دَ پاره تيمُّم وَهَل جائز نهٔ دي۔ البته که وخت تنګ وي او خلق تر اؤدس کولو انتظار نهٔ شی کولي۔ دَ جنازے دَ فوت کيدلو ويره وي، نو بيا جائز دی۔مترجم
۳۳۔ که دا طمع ئ وي چې مخکښي به اوبهٔ پيدا شی نو ښه داده چې نمونځ په اول وخت کښي وُنهٔ کړي۔ تر اخر وخت دي انتظار وُکړي، خو دومره اخر وخت نه چې نمونځ مکروه شي۔ اؤ که دَ اوبو انتظار چا وُنه کړو۔ په اول وخت کښي ئ وُکړو هُم جائز دے۔
۳۴۔ که حوک په ګاډي کښي روان وي۔ په سټيشن اوبهٔ وي خو دا ويره وي که کوزيږي نو ګاډے به تري لاړشي۔ نو تيمُّم جائزدي۔ همدغه شان که دَ اوبو سره دَ مار يا بل څهٔ ځناور يا دشمن خطره وي نو تيمُّم جائز دی۔
۳۵۔ دَ اسباب سره ئ اوبهٔ ايښي وي خو يا دي ورته نه وي، نوري اوبهٔ نهٔ پيدا کيدي او په تيمُّم ئ نمونځ وکړو بيا ورستو ورته ياد شو نو اوس نمونځ دوباره کول ضروري نهٔ دي۔ هغه نمونځ صحيح دی۔
۳۶۔ په کومو څيزونو چې اودس ماتيږي په هغي تيمُّم هم ماتيږي۔ او دَ اوبو په موندلو يا دَ اوبو دَ استعمال دَ عذر په لرے کيدلو هم ماتيږي۔ همدغه شان که تيمُّم ئ وَهَلی وو په سفر روان وو اؤ اوبو ته دَ يَو ميل شرعی نه کم مزل پاتي شو نو هم تيمُّم مات شو۔
۳۷۔ که دَ اؤدس دَ پاره ئ تيمُّم کړے وي نو دَ اؤدس کولو برابر اوبو موندلو سره ماتيږي اؤ کهٔ دَ غُسل دَ پاره ئ کړے وي۔ نو په دومره اوبو موندلو ماتيږي چې پوره غُسل پري وُشي۔ په کمو اوبو چې ضرورت پري نه پوره کيږي نهٔ ماتيږي۔
۳۸۔ که سفر روان وو دَ اوبو په ځاۓ تير شو خو دا علم ورته نهٔ وو چې دلته اوبهٔ شته نو تيمُّم ئ مات نه شو۔ هم دَغَسی که په ګاډی کښي روان وو لار کښي ئ اوبهٔ وُليدي خو دي ورته کوزيدي نهٔ شي۔ د َګاډي دَ روانيدو وَيره وي، نو هم تيمُّم نه ماتيږي۔
۳۹۔ که دَ ناجوړتيا په وجه ئ تيمُّم کړي وي۔ او بيا ئ خدائ پاک روغ کړي چې اؤدس يا غُسل ورته نقصان نه کوي نو تيمُّم ئ مات شو اوس ورباندي اؤدس او غُسل فرض دي۔
۴۰۔ دَ اوبو دَ نشت په سبب ئ تيمُّم کړے وو بيا داسی ناجوړه شو چې اؤدس کول ورته ښهٔ نهٔ وي او په دي وخت کښي ئ اوبهٔ وموندي نو هغه دَ اوبو دَ نشت په وجه وَهَلی وتيمُّم ئ مات شو اوس دي بل تيمُّم دَ ناجوړتيا په وجه وکړي۔
۴۱۔ که چاته دَ غُسل ضرورت وو۔ غُسل ئ وکړو، خو لږ غوندي ځائ پاتي شو او اوبهٔ ختم شوي نو دَ دهٔ بدن پاک نهٔ شو۔ ده ته تيمُّم کول پکار دي۔ اؤ چي کله اوبهٔ ومومی ،نو هغه وُچ ځائ دي وُوينځی۔ دَ دوباره غُسل حاجت نشته۔
۴۲۔ که دچا غُسل وکړو اوبهٔ کمی شوي، لږ ځائ پکښي وُچ پاتي شو دَ هغي دَ پاره ئ تيمُّم وُوَهلو بيا ورته دَ اودس کولو ضرورت هم پيښ شو۔ اوس ئ اوبهٔ ومونتلي که دومره وي چې دواړه کاره پري کيږي خو ښه که دواړه پري نه کيږي وُچ ځائ پري وينځلي شوي نو اول دي هغي وُوينځي که باقي اوبهٔ لږي وي چي اؤدس پري نه کيږي (صرف فرض يَو يَو ځل مخ لاس او پښی وينځل او دَ سر مسح کول) نو اودس دَ پاره دي تيمُّم وُوهی۔ که اوبهٔ دومره لږے وي چې اودس پري کيدي شي او وُچ ځائ پري ټول نه شي وينځلي بيا هُم وُچ پاتي کيږي۔ نو اؤدس دي وُکړي او دَ هغي وُچ ځائ دَ پاره دي تيمُّم وُوهی۔ اوکه مخکښي ئ غُسل دَپاره تيمُّم کړي وي نو هغه کافی دي دَ بل حاجت نشته۔
۴۳۔ که دَ چا بدن يا جامه پليته وي اؤ دَ اودس هُم ورته ضرورت وي۔ خو اوبهٔ لږے وي، دواړو ته نهٔ پوره کيږي نو بدن اؤ جامه پاکول ضروري دي دَ اودس دَ پاره دي تيمُّم وُوهی۔
۴۴۔ که دَ کوهی نه دَ اوبو راويستو څهٔ شیٔ نه وي۔ او نه ورسره داسي کپړه وي چې کوهی ته ئ کوزه کړي چې بيا ئ نچوړ کړي، په هغهٔ اوبو اؤدس وُکړي۔ يا په څهٔ لوښی کښي اوبهٔ وي ، کو دَ راخيستو څهٔ شے نه وو۔ او په لاسُونو ئ څهٔ پليتی وه (ظاهري پليتی) او څوک وي هُم نه چې ورته لاس وُوينځی۔ يا ورته اوبهٔ راواخلی۔ په داسي وخت کښي تيمُّم وَهَل جائز دي۔
۴۵۔ دَ کوم عذر په وجه چې ئ تيمُّم کړي وي که هغه دَ بنيادمو دَ لاسه وي، نو چې څومره نمونځونه ئ پهٔ تيمُّم کړي وي، دَ عذر ختميدو نه پس به هغه ټول دوباره کوي۔ که يَو سړے په جيلخانه کښي وو اؤدَ جيل نوکرانو ورته اوبهٔ نه ورکولی، يا ورته څوک ناست وي که دي په دي اوبو اؤدس کوي نو مړ کوي ئ۔ په داسي وخت کښي ورته تيمُّم وهل جائز دي۔ خو چې دا عذر ختم شي هغه نمونځونه به دوباره کوي۔
۴۶۔ په يَو ځائ يا په يوه لُوټه ګنړ کسان تيمُّم وهلي شي۔
۴۷۔ څوک چې په اؤدس او تيمُّم دواړو قادر نه وي اوبهٔ او خاوره دواړهٔ نه وي يا ورته داسي عذر وي چې يو هم نهٔ شي استعمالولي۔ لکه يو سړے په ګاډ کښي روان وو دَ نمانځهٔ وخت ختميږي او دَ هغهٔ سره اوبهٔ هم نشته او داسي شَی هم نشته چې تيمُّم پري وُوَهی۔ يا په جيل خانه کښي وي چې اوبهٔ هم څوک نهٔ ورکوي او پاک ځائ يا
پاکه خاؤره هم نه وي چې تيمُّم پري وُوهی۔ په داسي وخت کښي دي بي اؤدسه اوبي تيُّمم هم دغه شان نمونځ وُکړي۔ خو چې کله بيا په اؤدس قادر شي نو دابه دوباره کوي۔
۳۸۔ دَ کوم سړي چې تر آخر وخته دَ اوبو طمعَ وي يا ئ غالب ګمان وي هغهٔ ته نمونځ تر اخر وخته حِصَارَول مستحب دي۔ لکه دَ کوهی په غاړه ناست وي خو دَ اوبو راويستو څهٔ شی ورسره نهٔ وي۔ او دا ئ خيال وي چي تر اخر وخته به څهٔ شیٔ پيدا شي۔ يا په ګاډي کښي روان وي او دا ئ خيال وي چې تر اخره وخته به سټيشن ته ګاډی وُرَسِی او اوبهٔ به پيدا شي نو انتظار مستحب دي۔
۴۹۔ که څوک په ګاډي کښي روان وي، دَ اوبو دَ نشت په سبب ئ تيمُّم وَهَلی وي، په لاره کښي يا روان ګاډي نه تالاب يا نهر وُوينی په دي تيمُّم نهٔ ماتيږي، ځکه چې دي ئ اِستعمالَولی نهٔ شي۔
په موزو باندي مسَح کول
۱۔ دَ څرمنی جوړے شوي موزے(يا غټی جرابی چې دَ څرمنی تلی ورته لګيدلي وي، يا دومره مضبُوطی جرابي چې دري څلور ميله تش په هغي کښي تلو باندي نهٔ شليږي۔ مترجم) که چا دَ اودس نه پس واچولي اوبيا ئ اودس مات شو۔ نو اوس دَ اؤدس کولو په وخت کښي دَ پښو وينځلو په ځائ په دي موزو(يا جرابو) مسَح کولي شي۔ که موزے اوباسي او پښي وُوينځي نو دا بهتره ده۔ (په موزو باندي دَ مسح دَ پاره شرط دادي چې په موزه دي ګيټیٔ پټی وي۔ دَ اودس نه پس دي اچولي شوي وي اؤ يَوه موزه دي دَ دري ګوتو برابر يا ددي نه زياته شليدلي نه وي۔ مترجم)
۲۔ که موزه دومره وړه وه چې دَ پښی ګِټیٔ نه پټَوي، نو په هغه مسح جائز نهٔ ده۔ هم دغه شان که موزے بی اؤدسه اچَولي شوي وي نو په هغي هم مسَح صحيح نه ده۔ دَ هغي موزے ويستل او پښی وينځل ضروري دي۔
۳۔ دَ مسافر دَ پاره دري ورځی دري شپی او چې مسافر نهٔ وي ، يوه ورځ اؤ يوه شپه دَ مسِح کولو اجازت دی(چې دا وخت پوره شی نو موزے به وُباسی او پښی به وينځی۔ بيا دَ نوي سره به مسَح شروع کيږي)۔ دَ مسِح وخت دَ اودس ماتيدو دَ وخت نه شروع کيږي۔ دَ موزے اچولو دَ وخت نه نشی شمارلی۔ مثلاً دَ ماسپښين نمانځهٔ ته دَ اؤدس نه پس موزے واچَولی اؤ دا اؤدس ئ تر نمر پريوتو پوري وو بيا مات شو نو دا سړے که مسافر نهٔ وي تر صبا نمر پريوتو پوري مسَح کولي شي۔ ددي نه پس نه شي کولي۔ (چې نمر پريوځی نو که اودس ئ وي مات هم مسَح ئ ماته شوه۔ موزے به وُباسی اؤ ښپی به وُوينځی۔ که ټول اؤدس وکړي نو بهتر دي)۔
۴۔ که چاته دَ غُسل ضرورت شو نو موزے به وُباسی، غُسل به کوي۔ دَ مسِح اجازت تش دَ اؤدس دَ پاره دي۔ په غُسل کښي په موزو مسَح جائز نهٔ ده۔
۵۔ پهٔ موزو باندي دَ مسِح کولو صحيح طريقه داده چې دَ لاسو ګوتی لوندي کړي دَ موزے په پنجه باندي ګوتی پُوره وُلګوي اؤ تَلی اوچت کړي۔ بيا ئ پنډیٔ طرف ته راکاږی۔ که دَ ګوتو سره تلی هم کيدي او راۓ کاږي نو څهٔ حرج ئ نشته۔
۶۔ که چا اَپوټه مسَح وُکړه چې دَ پنډیٔ دَ طرف نه ئ پنجی طرف ته ګوتی راکښلی، نو هم جائز ده۔ ليکن دَ مستحب طريقي نه خلاف ده۔ ثواب به ئ کم وي)۔ همدغه شان که دَ پنجی په پلنو ګوتی راکاږي،هم جائز ده۔
۷۔ ګوتی دَموزے په پورتنی مخ راښکلی شي۔ په تلي باندي مسَح جائز نهٔ ده۔
۸۔ که چا په تلی يا پُونده يا اړخ کښي خواؤ شا مسَح وکړه نو صحيح نه ده۔
۹۔که چا پوره ګوتی کينښودي تش دَ ګوتو سرونه ئ کيښول، او ګوتي ئ نيغي وُدرَولي نو مسَح نهٔ کيږي۔ البته که دَ ګوتو دَ سَرونو نه ئ دَ اوبو څاڅکي دومره پريوتل چې موزه دَ دريؤ ګوتو برابر لونده شوه۔ بيا به جائز شي۔
۱۰۔ مستحب داده چې مسَح دَ ګوتو په مخ وُکړي۔ که چا دَ ګوتو په شا باندي مسَح وُکړه(په اپُوټه ګوتو) نو هم جائز ده۔
۱۱۔ که چا پخپله په موزو مسَح وُنهٔ کړه۔ خو باران ته ولاړ وو يا په لوندو وَښو وُګرزيدو۔ دَ موزے پورتنی مخ ئ دَ دري ګوتو برابر لُوند شو نو مسَح ئ وُشو۔
۱۲۔ په هره موزه باندي دَ دري ګوتو برابر مسَح کول فرض دي۔ دَ دي نه کم باندي مسَح نهٔ کيږي۔
۱۳۔ پهٔ کومو څيزُونو چې اؤدس ماتيږي په هغي مسَح ماتيږ۔ چې کله بل اؤدس کوي نو دوباره به مسَح کوي۔ ددي نه علاوه دَ موزے په ويستو هم مسَح ماتيږي۔ که دَ چا اؤدس نهٔ وو مات هم چې موزے ئ وُويستي نو مسَح ئ ماته شوه۔ اوس به پښی وينځي نو موزے به اَچَوي۔ دَ ټول اؤدس دوباره کول ضروري نهٔ دي۔ صرف پښي به وينځي۔ اؤ که ټول اؤدس وُکړي نو ښهٔ دي۔
۱۴۔ که چا يَوَه موزه ويستي وه نو دَ بلي ويستل او دواړه پښی وينځل پري فرض شول۔
۱۵۔ دَ مسِح دَ وخت په پوره کيدو هُم مسَح ماتيږي لکه اؤدس ئ وي نو موزے دي وُباسی او تشی پښی دي وُوينځی۔ اوکه اؤدس ئ مات وي نو پوره اؤدس دي وُکړي۔
۱۶۔ پهٔ موزه باندي دَ مسِح نه پس که چا په اوبو کښي پښه کيښوه او ټوله پښه يا دَ پښی زياته حِصه ئ لونده شوه نو مسَح ماته شوه۔ بله موزه ويستل اؤ پښی وينځل ضروري دي۔
۱۷۔ که موزه دومره وُشليده چې په تلو کښي تري نه دَ پښی دري وړي ګوتی څرګنديدی شي نو په هغي مسَح جائز نهٔ ده۔ او که ددي نه کم وي نو خير دي۔
۱۸۔ که دَ موزے ګنډ ختلي وي۔ چې په ګرزيدو کښي تري نه دَ دريؤ ګوتو برابر پښه ښکاره کيږي، هم پري مسَح نه کيږي۔
۱۹۔ که يَوه موزه کښي دَ دوه ؤ ګوتو برابر ځائ شليدلي وي اوبله کښي هم نو څه حرج نشته ليکن که يَوه موزه څو ځايه لږه لږه شليدلي وي نو هغه ټول به جَمع کولي شي۔ که هغهٔ ټول دَ دريؤ ګوتو برابر جوړيږي نو مسَح پري جائز نهٔ ده۔ اوکه هغهٔ ټول هم دَ دري ګوتو نه کم وي نو خير دي۔
۲۰۔ که چا پهٔ موزو مسَح شروع کړه اؤ يوه ورځ شپه ئ پوره نهٔ وه چې په سفر روان شو نو اوس تري دري ورځو شپو مسَح کولي شي۔ که په سفر باندي روانيدو نه مخکښي يَوه ورځ شپه پوره شوه نو اوس به موزے وُباسی پښي به وينځي۔
۲۱۔ که په سفر کښي چا مسَح کوله اؤ کورته راغلو۔ نو که يَوَه ورځ شپه ئ مسَح کړي وي نو اوس نوره نهٔ شي کولي ۔ موزے به وُباسي پښي به وينځي۔ اؤ که يوه ورځ شپه نهٔ وي پوره نو دومره به پوره کوي۔ ددي نه زياته نهٔ شي کولي۔
۲۲۔ که دَ جرابو دَ پاسه چا موزے اَچَولي وي، نو په هغي هم مسَح کولي شي۔
۲۳۔ په جرابو مسَح جائزہ نهٔ ده۔ البته که څرمن ورباندي ختلي وي۔ يا ورباندي دَ پنړے برابر څرمن لګيدلي وي۔ يا دومره کلکي او مضبوطي وي چې بي تړلو خپله ټينګيږي۔ او دري څلور ميله ورکښي پياده مزل کيدي شي نو په داسي جرابو هم مسَح جائز دہ۔
۲۴۔ پهٔ برقع اؤ دستانو باندي مسَح جائز نهٔ ده۔
۲۵۔ په بوټ مسَح جائز ده هله که ټوله پښه ورکښي تر ګيټو پوري پټه وي۔ او تسمي ئ داسي تړلي شوي وي چې دَ پښي څرمن ورکښي نهٔ ښکاري۔
۲۶۔ که چا دَ تيمُّم نه پس موزے اَچَولي وي۔ نو چې بيا اؤدس کوي په دي موزو مسَح نهٔ شي کولي پښي به وينځي ځکه چې تيمُّم پوره پاکي نه ده(دَ ضرورت دَ پاره دي) خواه دا تيمُّم چا دَ اؤدس پهٔ ځاۓ کړي وي، که دَ غُسل په ځائ يا دَ غُسل اؤ اؤدس دواړو په ځائ۔
۲۷۔ غُسل کوونکي ته په موزو مسَح جائز نهٔ ده۔ غُسل فرض وي او که سنّت يا نفل که څوک پښي په اوچت ځائ کيږدي نور بدن وُوينځي اؤ په پښو مسَح وُکړي دا جائز نهٔ دي۔
۲۸۔ دَ معذور سړي چې څنګه دَ وخت په تيريدو اؤدس ماتيږي دَغَسي ئ مسَح هم ماتيږي۔ هله که دا موزے ئ پهٔ داسي وخت کښي اچولي وي چې هغه عذر ئ موجود وو۔ اولکه دَ موزو اَچَولو په وخت کښي عذر موجود نهٔ وو۔ بيا لکه دَ روغ سړي په شان يوه ورځ شپه يا که مسافر وي دري ورځي شپي پري مسَح کولي شي۔
مُتَفّرِقےمسٔلے
دَ لاندينو مسٔلو دَ ښيئلو طريقه
که ښيُونکي نارينه وي اؤ لوستوُنکي زنانه، نو دا مسٔلے دي ورته خپله نهٔ ښیٔ، دَ خپلي بيګم يا بلي زنانه پهٔ واسطه دي ئ ورته وښیٔ، او که داسي څوک نهٔ وي نو هدايت دي ورته وکړي چې دَ ځان سره ورباندي خپله فکر وُکړي هم دغه شان نابالغه هلک يا جينیٔ ته ئ هم خپله ښيئل نهٔ دي پکار۔
دَ ص۶۰ متعلّق دَ پليتیٔ نه دَ پاکیٔ بيان
۱۷۔ په بدن يا جامه که منی لګيدلي وي، او وُچه شی نو په ګرَوُلو يا ښهٔ مښلو باندي پاکيږي۔ که وُچه شوي نهٔ وي نو صرف په وينځلو پاکيږي۔ خو که چا دَ وړو بولو نه استنجا نهٔ وي کړي ، په داسي وخت کښي ئ منی وُوتله۔ نو دا دَ وُچيدو نه پس هم په مښلو نهٔ پاکيږي۔ وينځل ئ ضروري دي۔
دَ ص۷۹ متعلق،دَ اؤدس ماتَؤونکی کارُونه
۲۲۔ په خپلو کښي دَ مشغولا په وخت چې کومي نریٔ اوبهٔ دَ سړي يا ښځی دَ وړو بولو پهٔ لار راځی هغي ته”مذؔی“ وائی۔ دا هم لکه دَ وړو بولو پليتی دي۔ اؤ اؤدس ورباندي ماتيږي۔
۲۳۔ دَ ناجوړتيا په وجه کله کله دَ وړو بولو په لار سريښناکی ټينګی اوبهٔ راځی۔ دا هم پليتی دي اؤ اؤدس ماتَوي۔
۲۴۔ که دَ متيازو يا مذی څاڅکی دَ سُوری نه بَهَر راووتو خو دَ هغي څرمنی نه نهٔ وي راوُتی کومه چې دَ سوری دَ پاسه وي (چې سنّت شوي نه وي) نو اؤدس ئ مات شو۔ دَ څرمنی نه بَهَر راوتل ئ ضروري نهٔ دي۔
۲۵۔ دَ سړي دَ وړو بولو ځایٔ او دَ ښځی دَ وړو بولو ځایٔ که يَو ځایٔ شي اؤ څهٔ جامه ئ په مينځ کښي نهٔ وي نو تش په دي يو ځائ کيدو ئ هم دَ دواړو اؤدس ماتيږي، ننوتي وي اؤ که نهٔ، اؤ څهٔ لوند والي پري څرګند شوي وي او کهٔ نهٔ۔ همدغه شان که دوه ښځی سره دَ وړو بولو ځايوُنه يو ځائ کړي نو اؤدس به دَ دواړو مات شي۔ څهٔ لُوند والي پري څرګند شوي وي او که نَه۔ خو دَ ښځو دَ پاره داسي کار کول ډير بد اؤ سخته ګُناه ده۔
دَ ص۸۶ متعلّق ، دَ غُسل بيان
۱۰۔ نارينه ته که سنّت شوي نهٔ وي دَ هغي څرمنی دَننه اوبهٔ رَسَوُل ضروري دي کومه چې دَ وړو بولو دَ ځائ په سر باندي وي۔ (چې سنّت کښي پريکولي شي) هم دَغَسي دَ نانه دَ پاره دَ وړو بولو دَ ځائ دَ وړومبو شونډو دننه اوبهٔ رَسوُل ضروري دي۔که اونه رسی نو غُسل ئ نهٔ کيږي۔
دَ ص۸۸ متعلّق، غُسل کله فرض کيږي؟
۱۔ دَ حدثِ اکبر يعني لوئ بی اؤدسیٔ نه دَ پاکيدو دَ پاره غُسل فرض دي۔ دَ حدثِ اکبر دَ پيدا کيدو څلور سببونه دي۔
اول۔ سبب دَ منی وتل دي۔ چې منی دَ خپل ځائ نه په شهوت سره جُدا شي اؤ دَ بدن بهر ته ووځی۔ په خوب کښي وي اؤ که په ويښه۔ په بي هوشیٔ کښي وي او که دَ هوش په حالت کښي دَ جماع په وجه وي ؤ که بغير دَ جماع نه څهٔ خيال تصّور يا څهٔ حصی ته دَ حرکت ورکولو په وجه يا په څهٔ بل څهٔ طريقه۔
دويئم۔ سبب ايلاج دي يعني چي دَ سړي دَ خاص اندام سر په شهوت سره دَ ژوندیٔ ښځی په خاص اندام کښي ننَووځی۔ نو غُسل پري فرض شي۔ منی وُتی وي اوکه نه په دي صُورت کښي که دواړو کښي دَ غُسل فرض کيدو شرطونه مُونتلي شي يعني دواړه عاقل بالغ وي نو په دواړو او که نه وي نو چې چا کښي دا شرطُونه مُونتلي شي په هغهٔ غُسل فرض دي۔
دريئم۔ سبب چي ښځه دَ حيض نه پاکه شي ۔
څلورم۔ چي دَ نفاس نه پاکه شي۔ په دي څلورو واړو سببونو په بنيادم غُسل کول فرض شي۔
فائدہ۔ دَ ځوانیٔ دَ جوش په وخت کښي چې اول اول کومي اوبه راووُځی چې دَ هغي په راوتلو جوش زياتيږي اؤ کميږي نه، هغي ته ”مذی“ وائی۔ اؤ دَ ښهٔ خوند اخستو نه پس چې کومي اوبهٔ وُوځی چې دَ هغي نه پس زړهٔ موړ شي هغي ته ”منی“ وائی۔ په دي دواړو کښي فرق دادی چې دَ مذؔی په وتلو جوش زياتيږي او دَ منؔی په وتلو ختميږي ۔ بل فرق ئ دادي چې مؔذی نریٔ وي او مؔنی ټينګه وي۔ ( دَ مذؔی بویٔ نه وي اؤ دَ منؔی سوړ غوندي بویٔ وي) تش دَ مذؔی په وتلو غُسل نهٔ فرض کيږي۔ اؤدس پري ماتيږي او دَ منؔی په وتلو غُسل فرض کيږي۔
۲۔ که منؔی دَ خپل ځاۓ نه په شهوت جدا شوه ۔ ليکن دَ خاص اندام دَ وتلو په وخت کښي ئ شهوت نهٔ وو۔ بيا هم ورباندي غُسل فرض دي۔ لکه منؔی دَ خپل ځائ نه په شهوت جُدا شوه خو دَ اَندام سر ئ په لاس نيولی وو يا ئ سُوري کښي مالوچ ورکړي وو۔ چي شهوت ختم شو نو هغه ئ لرے کړو اؤ منی خارجه شوه بيا هم پري غُسل فرض دي۔
۳۔ که دَ خاص اندام نه څه منؔی اووته اؤ هغه غُسل وُکړو دَ غُسل نه پس څهٔ نوره منؔی بغير شهوت نه اُووته نو هغه وړومبی غُسل ئ بی کاره شو۔ اوس به دوباره غُسل کوي۔ په دي شرط چي دا باقی منؔی د اُودهٔ کيدلو، وړو بولو کولو يا څلويښت قدمه تللو نه مخکښي راوُتي وي۔ او که واړه بول ئ کړي وي۔ يا دَ څلويښتو قدمو نه زيات لاړ وي يا اُودهٔ شوي وي۔ او بيا راپاڅی دَ هغي نه پس تري نه څهٔ منؔی بی شهوته ووځی۔ بيا پري دوباره غُسل نشته۔ صرف اؤدس به کوي اوکه ددي منی راوتلو نه مخکښي ئ نمونځ کړي وي دَ هغي دوباره کول پري نشته۔
۴۔ که دَ چا دَ خاص اندام نه دَ وړو بولو نه پس منؔی ووځی که اندام ئ منتشِر وو۔ غُسل پري فرض دي اؤ که مړاوي وو نو فرض نهٔ دي۔
۵۔ که څوک نر يا ښځه دَ خوب نه رپاڅيدو او په بدنن يا جامو يا بستره باندي ئ لُوند والي وُليدو۔ په دي کښي ډير حالتوُنه دي خو په اَتهٔ حالته کښي ورباندي غُسل فرض دي۔۱۔چې خوب ليدل ورته ياد وي او يقين ئ وُشی چې منی ده۔ يا ئ غالب ګمان وي۔ ۲۔ چې خوب ورته ياد وي خو شک ئ وي چې منؔی ده کهٔ مذؔی۔ ۳۔ يا ورته يقين وُشی چې مذؔی ده خو خوب ليدل ورته ياد نه وي۔ ۴۔ شک ئ وي چې مذؔی ده که ودؔی خو خوب ئ ياد وي۔ ۵۔ شک ئ وي چې منؔی ده که ودؔی خو خوب ئ ياد وي۔ ۶۔ شک ئ وي چې مذؔی ده که ودؔی يا مذؔی او خوب ئ ياد وي۔ ۷۔ يقين ئ وشی چي منؔی ده خو خوب ئ ياد نوي۔ ۸۔ شک ئ وي چې منؔی ده که مذؔی خو خوب ئ ياد نهٔ وي۔
۶۔ که څوک سنّت شوي نه وي اؤ منی ئ دَ خاص اندام دَ سُوري نه راووځی خو دَ څرمنی نه بَهَرته نه وي راوتی (کومه چې په سنّت کښي پريکړی) په هغهٔ غُسل فرض دي۔ اګر چي دَ څرمنی نه راوُنهٔ ووځی۔
۷۔ چي دَ سړي دَ خاص اندام سر دننه پټ شي(ترکومي چي نریٔ غوندي مورګه وي) نو په سړي او ښځه دواړو غسل فرض شي۔ منی وُتی وي اؤ که نه۔ دا کار دَوړو بولو په ځائ کښي شوي وي اوکه دَ لويو بولو (دَ نر يا ښځی) ليکن دَ لويو بولو په ځائ داسی کار کول اؤ داسی کار ته څوک پريښول دواړه سخته ګُناه ده۔
۸۔ که دَ وړی جينیٔ سره چا کور والی وُکړو نو په هغي جينیٔ غُسل فرض نهٔ دي خو دَ عادت کيدو دَ پاره ورته غُسل وَينا پکار ده۔ او دَ سړي که دَ خاص اندام سر دننه پټ شوي وي په هغهٔ غُسل فرض شو منی وتی وي که نه۔
۹۔ دَ کوم سړي که هګیٔ پريکړے شوي وي۔ (خصی وي) که دَ هغهٔ دَ خاص اندام سر دَ چا دَ وړو بولو يا لويو بولو ځاۓ کښي ننووځی غُسل په دواړو فرض دي۔
۱۰۔ که دَ چا دَ خاص اندام سر پريکړي شوي وي ۔ دَ هغهٔ دَ باقی اندام نه به دَ اندام دَ سر په اندازه حصه دَ سر په ځاۓ ګنړلي شي۔ اؤ دَ هغي په پټيدو به پري غُسل فرض کيږي۔
۱۱۔ که چا دَ خپل خاص اندام نه کپړه چاپيره کړه۔ اؤ ورننه ئ ويستو که دَ بدن ګرمی محسوسَوُلي شي نو غُسل پري فرض دي۔ که نهٔ شي نو نهٔ دي خو احتياط په دي کښي دي چې دواړه حالته کښي غُسل وُکړي۔
۱۲۔ که ښځی په خپل خاص اندام کښي دَ شهوت په وجه دَ چا بی خواهشه سړي يا ځناور خاص اندام ننه ويستو۔ يا لرګے يا ګوته يا بل څهٔ شے ننه ويستو، نو غُسل پري فرض شو۔ منی ئ وتي وي اوکه نه۔ دا دَ بعضی عالمانو خيال دي دَ اِمام صاحبؒ(ابوحنيفهؒ) په مذهب که منؔی نهٔ وي وُتی غُسل پري نهٔ فرض کيږي۔ خو ښه داده چې غُسل وُکړي۔
۱۳۔ که چا خوب ليدلي وو۔ مزه ئ ورته ياده وه۔ خو چي راپاسيدو په بدن يا جامه ئ منؔی وُنهٔ ليده۔ په هغهٔ غُسل واجب نهٔ دي۔ اوکه منؔی ئ وُليده نو غُسل پري واجب دي۔ اوکه په جامه يا بدن ئ څهٔ لوند والي وُليدو خو دا خيال ئ وو چې منؔی به نهٔ وي، مذؔی به وي بيا هم پري غُسل فرض دي۔
۱۴۔ که ښځے غُسل وکړو۔ دَ غُسل نه پس دَ هغي دَ بدن نه دَ سړي باقی پاتي منؔی راوُوته دُوباره پري غُسل فرض نهٔ دي۔
۱۵۔ که په ناجوړتيا يا درُوند بار پورته کولو يا بل څه سبب باندي دَ څهٔ جوش يا خواهش نه بغير منؔی راوُوتله نو غُسل پري فرض نهٔ دي۔ البته اؤدس به کوي۔
۱۶۔ که ښځه خاوند دواړه په يَو کټ اُودهٔ وو۔ چې راپاسيدو نو په بستره دَ منؔی داغ وو اؤ دَ خوب ليدل نهٔ سړي ته ياد وو نه ښځی ته نو په دواړو باندي غُسل فرض دي احتياط په دي کښي دي۔
۱۷۔ کومه وِينه چي هره مياشت دَ ښځو نه دَ وړو بولو په لار ځی هغي ته ”حيض“ وائی چې دا وِينه ختم شي نو په ښځه غُسل کول فرض دي۔ اؤ کومه وِينه چې دَ وړُوکي دَ پيدا کيدلو نه پس راځی هغي ته ”نفاس“ وائی۔ دَ هغي په ختميدلو هم غُسل فرض کيږي۔ غرض دا چي په څلورو کارُونو غُسل فرض کيږي۔ ۱۔ په جوش سره منؔی وتل ۔ ۲۔ دَ سړي دَ خاص اندام سر دننه پټيدل، دَ وړو بولو ځاۓ کښي وي که دَ لويو پهٔ ځاۓ کښي دَ دواړو دَ پاره ۔ ۳۔ دَ ”حيؔض“ ختميدل۔ ۴۔ دَ ”نفاؔس“ ختميدل۔
پَه کومو حالتُونو کښي غُسل فرض نهٔ دے؟
۱۔ منؔی که دَ خپل ځائ نه په شهوت نهٔ وي جُدا شوي نو اګر چي دَ خاص اندام نه بَهَر راوُوځی غُسل پري نه فرض کيږي۔ مثلاً يَو سړي دروند بار پورته کولو۔ يا دَ اُوچت ځائ نه راپريوتو يا چا وُوَهلو اؤ منی تري نه بی شهوته اُووتله نو غُسل پري نه فرض کيږي۔
۲۔ که څوک سړے دَ خپلي نابالغهٔ ښځی سره يا سړي يا ځناور سره جماع وکړي نو څو پوري چې ئ منی نهٔ وي وُتي غُسل پري نهٔ فرض کيږي۔
۳ که چا دَ خاص اندام څهٔ حصه دننه کړي وي خو ټول سر ئ پټ شوي نهٔ وي، چې منی ئ نهٔ وي وُتي نو غُسل پري نه فرض کيږي۔
۴۔ دَ مذؔی او ودؔی په وتلو غُسل نهٔ فرض کيږي۔
۵۔ په استخاضه غُسل نهٔ فرض کيږي۔ (البته لکه دَمعذور به دَ هر نمانځهٔ وخت ته اؤدس کوي)۔
۶۔ که څوک بيمار وي چې دَ بيماریٔ په وجه تري منؔی بهيږي په هغهٔ دَ دي وجهی نه غُسل نهٔ فرض کيږي۔
۷۔ که څوک دَ خوب نه راپاسيدو اؤ پهٔ جامو يا بدن ئ لُوند والي وُليدو، نو په دي حالتونو کښي پري غُسل فرض نهٔ دي۔ ۱۔ چي خو ليدل ورته ياد نه وي او يقين ئ وُشي چې مذؔی ده۔ ۲۔ خوب ورته ياد نهٔ وي اؤ شک ئ وي چي مذؔی ده که منؔی ۔ ۳۔ خو ورته ياد نه وي، اؤ شک ئ وي چي منؔی ده يا ودؔی ده۔ ۴۔ خوب ئ ياد وي او که نه ، خو يقين ئ وُشی چي دا ودؔی ده۔ ۵۔ خوب ورته ياد وي خو شک ئ وي چي مذؔی ده که ودؔی۔ ۶۔ خوب ئ ياد نهٔ وي اؤ شک ئ وي چي منؔی ده که مذؔی اوکه ودؔی په دي ټولو صورتونو کښي غُسل فرج نهٔ دي۔ خو په اول، دويئم، او اخري شکل کښي ورته احتياطاً غُسل پکار دي۔ که غُسل ئ واونهٔ کړو نو نمونځ به ئ وُنه شي اؤ سخت ګنهګار به وي۔
۸۔ په حقؔنه (دَ اودس ماتي دَ پاره پِچکاری کول) باندي غُسل نهٔ فرض کيږي۔
۹۔ که يَو سړي په خوب کښي منؔی په وتلو وُليده ۔ اؤ خوند ئ هم ورته ياد وو۔ خو چي دَ خوب نه راپاسيدو نو څهٔ لُوند والي ئ وُنهٔ ليدو ، غُسل پري نهٔ فرض کيږي۔
۱۰۔ کهٔ څوک دَ خوب نه راپاسيدو اؤ په خپل خاص اندام ئ لُوند والي وُليدو خو دَ اُودهٔ کيدو نه وړومبی دَ هغهٔ خاص اندام منتشِر وو اؤ په دي لُوند والي ئ دَ منؔی ګمان نهٔ وي او خو ب ليدل ورته هم ياد نهٔ وي په هغهٔ غُسل نشته۔ او که په بدن يا جامو باندي ئ هم لُوندوالی وو۔ بيا پري غُسل فرض دي۔
۱۱۔ کهٔ دوه سړي يا دوهٔ ښځی يا سړے او ښځه په يَو ځاۓ اُودهٔ وو او دَ راپاسيدو نه پس ئ په بستره دَ منی داغ وُليدو۔ او دا پته نهٔ لګی چي دا دَ چا ده۔ او نهٔ دَ دویٔ نه مخکښي په دي بل څوک اُودهٔ شوي وي۔ نو په دواړو غُسل فرض دي، اؤ که د، دوُي نه مخکښي ورباندي بل څوک اُودهٔ وو، اؤ منؔی وُچه وي اؤدوئ کښي يَو کس ته هم خوب ياد نه وي، نو په يَو هُم غُسل فرض نهٔ دي۔
۱۲۔ کهٔ پهٔ چا غُسل فرض شوي وي اؤ دَ پردي ځائ نهٔ وي چي وُلامبی نو سړو ته دَ سړو په مخکښي بربنډ لامبل جائز دي غُسل به کوي۔ اؤ ښځی به دَ ښځو مخکښي کوي ليکن سړو ته دَ ښځو مخکښي او
ښځو ته دَ سړو مخکښي لامبل حرام دي۔ غُسل به نهٔ کوي۔ تيمُّم به وهی۔ چي کله دَ پردي ځائ وُمومی ،هله به لامبی۔
دَ ص۸۸ متعلّق، غُسل کله واجب دے؟
۱۔ کوم کافر چي مسلمان شي۔ او دَ کُفر په حالت کښي ورباندي غُسل فرض شوي وو(يعني داسي حالت پري راغلي وي، چي په مسلمان ورکښي غُسل فرض کيږي) اؤ هغهٔ لامبلي نهٔ وي، يا ئ لامبلي وي خو په شرعی طريقه نهٔ وي، په هغهٔ غُسل واجب دي۔
۲۔ مسلمان مړے په مسلمانانو لامبَوُل فرض کفايه دي۔
دَ حَدَثِ اکبر احکام
۱۔ په چا چي غُسل فرض وي هغهٔ ته جماعت ته ننوتل حرام دي۔ البته که څهٔ سخت ضرورت وي لکه دَ چا دَ کور دروازه په جماعت کښي وي اؤ بله لار نهٔ وي يا چينه يا کوهی په جماعت کښي وي اؤ ددي نه علاوه بل ځائ اوبهٔ نهٔ وي هغهٔ ته جماعت کښي ننَوتل دَ تيمُّم کولو نه پس جائز دي۔
۲۔ عيدګاه يا مدرسی يا خانقاه ته ننوتل جائز دي۔
۳۔ دَ حيض او نفاس په وخت کښي دَ ښځی دَ نامه نه تر زنګُونه بدن ته کتل يا ورسره بدن لګول چي جامه ئ تر مينځه نهٔ وي، يا ورسره جماع کول حرام دي۔
۴۔ دَ حيض او نفاس په وخت کښي دَ ښځي ښکلول يا دَ هغی جُوټه اوبهٔ څښل يا ورسره هسی اُودهٔ کيدل يا دَ نامهٔ نه پاس اؤ دَ زنګُون نه لاندي بدن سره ئ بدن يو ځاۓ کول چي جامه ئ مينځ کښي نهٔ وي ، جائز دي۔ اؤ دَ انګُون او نامهٔ تر مينځه چي کپړه ئ مينځ کښي وي نو خير دي ۔ بلکه دَ حيض په وجه دَ خپلی ښځی نه جدا کيدل اؤ دَ هغی نه نفرت کول مکروه دي۔
۵۔ په چا چي غُسل فرض شوي وي۔ هغه ته دَ قران شريف لوستل يا ورته لاس وروړل جائز نهٔ دي۔ کلمه وَئیل دَ خداۓ نوم اَخستل، درود شريف وئیل ورته جائز دي۔ دَ تفسير کتابوُنو ته بغير دَ غُسل يا اودس نه لاس وروُړل مکروه دي۔ او قران شريف ته که ترجمی والا وي اوکه بغير ترجمی ، لاس لګول حرام دي۔
۶۔ پهٔ چاچي غُسل فرض شوي وي۔ که هغه دَ غُسل نه مخکښي څهٔ خوری څښی نو وړُومبی دي مخ لاس وُوينځی، خوله دي کنګال کړي، اؤ ښه داده چي پوره اؤدس وُکړي۔ ليکن بغير ددي نه که څهٔ وُخوري وُڅښی نو هم څهٔ ګُناه ئ نشته۔