ليکوال✍
حضرت سيد شبير احمد کاکاخيل دامت برکاتہم العاليہ |
فضل خدايه پهٔ ما وکړې پهٔ طفيل دَ رحمکارؒ |
دَ بهادر باباؒ پهٔ مخ مې کړې بهادر قوي جرار |
مست پهٔ مينه دَ الله مې کړې پهٔ مخ دَ مست باباؒ |
دَ غالب باباؒ پهٔ مخ مې کړې غالب پهٔ نفس مردار |
دَ آدم باباؒ پهٔ مخ مې آدميت نصيب کړې ربه |
کړې روان مې پهٔ خپل فضل دَ ياسين باباؒ پهٔ لار |
دَ سيد حسينؒ پهٔ مخ مې عافيت خدايه نصيب کړے |
دَ سيد باقرؒ لهٔ مخه مې دا ژوند کړې خپل پکار |
دَ سيد محمودؒ آتا پهٔ مخ پهٔ لاره دَ محمود شوے |
دَ سيد احمد آتاؒ پهٔ شان شوے بچ لهٔ نفس مکار |
زهٔ پهٔ مخ دَ سېف الدين باباؒ شوے جوړه دَ دين توره |
دَ دښمن شېطان پهٔ مخ شمه ناساپه راګذار |
هم پهٔ مخ دَسعدالدين باباؒ سعيد زهٔ دائمي شم |
دَ سيداکبر تومانؒ پهٔ مخ پهٔ دين شمه نثار |
دَ سيد لقمانؒ پهٔ مخ مې لهٔ حکمت ډک ژوند نصيب شوے |
دَ سيد عليؒ پهٔ مخ راکړې زړهٔ اؤ عقل بېدار |
دَ سيد حسينؒ پهٔ مخ مې برکت دَ ژوند نصيب کړې |
دَ سيد عليؒ پهٔ شان خپله جاه خپله کړمه زار |
هم لهٔ مخه دَ امامِ اسماعيلؒ شمه قبول زهٔ |
اِمام جعفرؒ پهٔ مخ مې صداقت جوړ شي شعار |
دَ اِمام باقرؒ پهٔ شان مې کړې وارث دَ انبياؤ |
دَ اِمامِ زين العابدينؒ خويونه کړم اختيار |
اِمام حسېنؓ پهٔ مخ شوے زهٔ قربان دَستا دپاره |
دَ حضرت عليؓ پهٔ شان راکړې ګفتار اؤ هم کردار |
تاپېدا کړو کائنات خدايه پهٔ مخ دَ محمدﷺ چې |
دَ هغهٔ پهٔ مخ اے ربه شم دَ ستاسو تابعدار |
پهٔ خپل فضل مې اے ربه دَ خپل ځان کړې چې دَ ستا شم |
جان و مال وخت مې قبول کړې ستا پهٔ مينه شم سرشار |
فاطمېؓ بي بي ته ووې پاک رسولﷺ خپل عمل ښهٔ کړه |
تهٔ پهٔ دغې به خلاصېږې پهٔ دې نه چې يم ستا پلار |
دا نسبت دَ سيدانو معتبر پهٔ دې دنيا دے |
حسنؓ وائی آخرت کښې خپل عمل وي بس پکار |
زهٔ پهٔ ناز دَ سيدﺉ کښې عمل پرېنږدمه خدايه |
دَ شيطان پهٔ لمسه نهٔ شم جهنم ته زهٔ ګزار |
کوم نيکونه چې زمونږ دي دَ عمل واړه غازيان وو |
پدرم سلطان نعره دَ بې عملئی اؤ خطا کار |
خدایه ما دَ لاف زنئی نه پهٔ امان کړې پهٔ خپل فضل |
پهٔ دهوکو دَ نفس شېطان کښې چرته نهٔ شم راحصار |