فقه

عبادات

دَ مضمونونو فهرست

پرانزئ / بند کړئ

مونځ

دَ مونځ تعريف

دَ مانځه نيت او شرطونو سره دَ مونځ ارکان داسې ادا کول څنګه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ادا کړے دي ته مونځ وئیلے شی

دَ مانځهٔ قسمونه

فرض مونځونه
دَ رکعتونو تعداد
  1. سحر :دوه رکعته فرض
  2. ماسپښين :څلور فرض
  3. مازيګر :څلور فرض
  4. ماښام : درے فرض
  5. ماسخوتن :څلور فرض
  6. جمعه:دوه فرض
واجب مونځونه

دَ ماسخوتن درے وتر دَ فرضو اؤ سنت نه پس

سنت مونځونه
مؤکد سنتونه

پهٔ احاديثو کښې دَ دې ډير تاکيد راغلے دے پهٔ دے وجه دے ته مؤکد سنتونه وئیلے شي دا لاندےورکړے شوے دي

  • سحر دَ فرضو نه مخکښې دوه رکعته: دَ ټولو نه زيات تاکيد دَ سحر دَ دوه رکعته سنتونو دے دا واجب ته نزدے نزدے دي کهٔ چرے دَ سحر مونځ قضا شي اؤ دَ نمر راختو نه پس دَ ماسپښين نه مخکښې څوک دا قضا مونځ کوي نو فرضو سره دے دا سنت هم وکړي اؤ کهٔ چرے دَ زوال نه پس ېٔ کوي نو صرف فرض دے وکړي کهٔ چرے صرف سنت ترے قضا شوے وي نو دَ امام محمدؒ پهٔ نزد چې کله نمر يوه نيزه اوچت شي دَ هغې وخت نه تر دَ ماسپښين وخت داخليدو پورے وخت کښې دے څهٔ وخت وکړي دا بهتر دے اؤ دَ نمر ختلو نه مخکښې دے نهٔ کوي پهٔ دے دَ ټولو اتفاق دے ځکه چې پهٔ دے وخت کښې مونځ کول مکروه تحريمي اؤ منع دے دَ سحر سنت پهٔ اول وخت کښې پهٔ کور کښې کول سنت دي اؤ دَ دے پهٔ اول رکعت کښې سورة الکافرون اؤ دويم رکعت کښې سورة اخلاص وئیل سنت دي خو کله کله نور سورتونه هم وئیل پکار دي
  • دَ ماسپښين فرضو نه مخکښې څلور رکعته پهٔ يو سلام سره
  • دَ ماسپښين فرضو نه پس دوه رکعته ، دَ جمعے دَ فرضو نه پس: دَ امام ابو حنيفهؒ پهٔ نزد څلور رکعته يو سلام سره سنتِ مؤکده دي اؤ دَ امام ابو يوسفؒ پهٔ نزد شپږ رکعته سنت مؤکده دي اول څلور رکعته پهٔ يو سلام سره اؤ بيا دوه رکعته دے وکړي اؤ دا افضل دي
  • دَ ماښام دَ فرضو نه پس دوه رکعته
  • دَ ماسخوتن فرضو نه پس دوه رکعته: دغه شان روزانه دولس رکعته سنت مؤکده دي اؤ دَ جمعے پهٔ ورځ شپاړلس رکعته يا اتلس رکعته دي دَ سحر دَ سنتونو نه علاوه دَ نورو وختونو سنت مؤکده کهٔ فرضو سره يا صرف سنتونه قضا شي نو دَ وخت تيريدو نه پس دَ هغې قضا دے نهٔ کوي خو دَ ماسپښين اؤ دَ جمعے دَ فرضو نه مخکښې سنت مؤکده کهٔ دَ فرضو نه مخکښې چا نهٔ وي کړے نو پهٔ وخت کښې دننه دے دّ فرضو نه پس وکړي اؤ بهتره دا ده چې دَ فرضو نه پس چې کوم سنت مؤکده دي دَ هغې نه پس دے وکړي
  • دَ روژے پهٔ مياشت کښې دَ تراويح دَ مونځ شل رکعته :دَ روژې پهٔ میاشت کښې تراویح هم سنت دي، ددې ډیر تاکید راغلې دے۔ بے عذره نهٔ کول ېٔ سخته ګُناه ده۔دَ ماسخوتن دَ فرضو او سنتو نه پس شل رکعته دي۔ ښهٔ داده چې دَ دوؤ دوؤ رکعتونو نیت وتړي دَ څلورو هم خېر دے۔ چې شل واړه رکعته وکړي نو بیا دے وِتر وکړي
دَ تراويحو بيان
  • دَ روژے پهٔ مياشت کښې دَ ماسخوتن مانځهٔ نه پس شل رکعته تراويح کول دَ سړو اؤ ښځو دواړو دپاره سنت مؤکده دي اؤ دا دَ اجماع نه ثابته ده ۔کهٔ څوک ېٔ پريږدي نو دَ ترک سنت ګناه پرے ده اؤ دَ مکروه مرتکب به وي۔
  • دا مونځ پهٔ لسو سلامونو سره مسنون دے يعني دوه دوه رکعته دے وکړي اؤ هر دوه رکعتو نه پس دے سلام واړوي۔ اؤ هر څلور رکعتو نه پس دے کښيني اؤ ارام دے وکړي۔ دے ته ترويحه وئیلې شي۔ پهٔ دے طريقه پنځهٔ ترويحه شوے۔ دَ پنځو نه زيات ترويحه کول مکروه دي۔
  • ددے وخت دَ ماسخوتن نه پس شورو کيږي اؤ تر پيشنمي پورے وي کهٔ څوک ېٔ دَ وترو نه مخکښې وکړي اؤ کهٔ وروستو دواړه جائز دی خو دَ وترو نه مخکښې کول ېٔ افضل دي اؤ دَ تراويحو مونځ دَ ماسخوتن دَ مانځهٔ تابع دے نو کوم تراويح چې دَ ماسخوتن مانځهٔ نه مخکښې اداء شي دَ هغې شميره پهٔ تراويحو کښې نهٔ کيږي دَ هغې اعاده به کولے شي اؤ کهٔ دَ ماسخوتن مونځ، تراويحو اؤ وترو نه پس دا معلومه شوه چې دَ ماسخوتن مونځ بغير اودسه مې کړے دے اؤ تراويح اؤ وتر پهٔ اودس سره شوے دي يا داسې څهٔ بل څهٔ وجه معلومه شي چې پهٔ هغې دَ ماسخوتن مونځ فاسد شوے وي نو ماسخوتن سره دې دَ تراويحو اعاده هم وکړي دَ وترو اعاده دے نهٔ کوي ځکه چې وتر پهٔ خپل وخت کښې دَ ماسخوتن دَ مانځهٔ تابع نهٔ دي۔دَ ماسخوتن مونځ دَ وترو نه مخکښې کول دَ ترتيب پهٔ وجه واجب دي اؤ پهٔ هيره يا دَ بل څهٔ پهٔ وجه هغه ترتيب ساقط شي۔
  • دَ تراويحو مونځ دَ شپے دريمې حصے پورے يا نيمے شپے پورے وروستو کول مستحب دي اؤ دَ نيمې شپے نه پس هم صحيح دا دي چې مکروه نه دي بلکه مستحب اؤ افضل دي خو کهٔ دَ پاتے کيدو ويره وي نو ښهٔ دا ده چې وروستو کوي دے نه
  • پهٔ تراويحو کښې جمع سنت کفايه ده يعني کهٔ دَ محلے پهٔ جومات کښې تراويح پهٔ جمع سره وشي اؤ يو کس پهٔ کور کښې يواځې تراويح وکړي نو ګناهګار نهٔ دے خو کهٔ ټول محلے واله تراويح پهٔ جمع ونهٔ کړي نو ټول به دَ سنت ترک کولو پهٔ سبب ګناهګار وي اؤ کهٔ چرے څهٔ کسانو دَ جومات نه بغير بل ځاۓ کښې پهٔ جمع مونځ وکړو نو دَ جمع ثواب خو ملاؤ شو خو دَ جومات فضيلت ېٔ بيا نهٔ موندلو
  • وتر دَ تراویحو نه پس کول ښهٔ دی کهٔ چا مخکښې وکړل هم جائز دي۔
  • پهٔ تراویحو کښې دَ څلورو رکعتو نه پس دومره ساعت کښېناستل څومره ساعت کښې چې دغه څلور رکعته شوے وي مُستحب دي البته کهٔ دومره ساعت کښېناستو کښې خلقو ته تکلیف وي یا دَ جمع دَ کمیدو خطره وي نو دَدے نه دې لږ کښېنې۔ بیا دَ ناستې پهٔ دې وخت کښې اختیار دے کهٔ څوک نفل کوي،کهٔ پهٔ ورو ورو دَ قران تلاوت کوي، کهٔ تسبیح لولي او کهٔ هسې کښېني پهٔ دے وخت کښې نفل پهٔ جمع کول مکروه دي بعضې فقهاؤ دا تسبيح درے ځله وئیلو باره کښې ليکلې دي سُبحَانَ ذِی المُلکِ وَ المَلَکُوتِ سُبحَانَ ذِی العِزَّةِ وَ العَظمَتِ وَ القَدرَةِ وَالکِبرِیَائِ وَ الجَبَرُوتِ ط سُبحَانَ المَلکِ الحَیِّ الَّذِی لَا یَنَامُ وَلَا یُمَوتَ . سَبَّوح’‘ قُدُّوسٍ رَبَّنَا وَ رَبُّ المَلَائِکَتِ وَالرُّوحُ ط لَا اِلَہَ اِلَّا اللّٰہُ نَستَغفِرُ اللّٰہَ وَ نَسئَلُکَ الجَنَّتَ وَ نَعُوذُبِکَ مِنَ النَّارِ ط
  • کهٔ دَ څهٔ عذر پهٔ وجه څوک روژه ونهٔ نيسي نو دَ هغهٔ دپاره هم تراويح کول سنت دي کهٔ نهٔ کوي نو دَ ترک سنت ګناه به ېٔ وي
  • پهٔ کور يا جومات کښې دَ تراويحو دپاره څوک پهٔ اجرت نيول مکروه دي کهٔ دَ حافظ پهٔ زړهٔ کښې دَ اخستو خيال نهٔ وو اؤ خلقو دَ حافظ دَ خدمت پهٔ طور څهٔ ورکړل نو دَ هغې اخستل ټيک دي پهٔ دې کښې څهٔ بد والې نشته۔ چرته چې دَ رواج اؤ عرف پهٔ طور ورکولے شي اؤ حافظ دَ څهٔ پهٔ طمع باندے قران لولي اګرچه پهٔ ژبه باندے نهٔ وائی نو دا ټيک نهٔ ده
  • پهٔ يو جومات کښې يوے ډلے دپاره دوه ځله دَ تراويحو جماعت مکروه دے کهٔ يو امام پهٔ دوؤ جوماتونو کښې پوره پوره تراويحو کښې امامتي کوي نو دا ناجائز دي اؤ کهٔ مقتدي پهٔ دوؤ جوماتونو کښې پوره پوره تراويح کوي نو دا ټيک دي خو هغه دې وتر صرف پهٔ يو جومات کښې کوي کهٔ يو کس دَ ماسخوتن مونځ، تراويح اؤ وتر پهٔ کور کښې يواځې وکړل اؤ بيا راغې اؤ پهٔ جومات کښې ېٔ دَ تراويحو امامتي وکړه نو دَ امام دپاره مکروه دي اؤ مقتديانو دپاره مکروه نهٔ دي
  • افضل دا دي چې ټولې تراويح يو امام ورکړي اؤ کهٔ چرے دوه امامان وي نو مستحب دادي چې هر امام دے ترويحه پوره کړي بيا دے وروستو شي مثال پهٔ طور يو امام دے اتهٔ اؤ بل دے دولس رکعتو کښې امامتي وکړي اؤ کهٔ چرے هر امام لس لس رکعته وکړي نو دا غوره خبره نهٔ ده۔ کهٔ دَ ماسخوتن فرض اؤ وتر يو امام وي اؤ دَ تراويحو بل امام وي نو دا جائز دی دغه شان کهٔ فرضو کښې يو امام وي اؤ وترو کښې بل امام وي نو دا هم ټيک دي
  • دَ نابالغه هلک امامت دَ بالغو دپاره پهٔ تراويحو اؤ نفلو کښې هم جائز نهٔ دي اؤ کهٔ هغه دَ نابالغو امامت وکړي نو دا ټيک دي
  • کهٔ چرے دَ يوے ورځې ټولې يا بعضې تراويح پاتے شي نو دَ سنتو پهٔ شان دَ دې هم قضا نشته کهٔ هم پهٔ وخت کښې دننه دَ وترو نه پس راياد شي چې دوه رکعته تراويح پاتے شوے دي نو هغه وکړئ اؤ دا جماعت سره کول ښکاره دي
  • کهٔ ټولو خلقو دَ ماسخوتن مونځ پهٔ جمع نهٔ وي کړے نو هغوي له دَ تراويحو مونځ پهٔ جمع کول جائز نهٔ دي ځکه چې دَ تراويحو جماعت دَ فرض مونځ دَ جماعت تابع دے۔ البته کومو خلقو چې دَ ماسخوتن مونځ دَ جمع سره کړے وي او بیا تراویح دَ جمع سره کوي نو هغوي سره شریک هغه سړے هم تراویح پهٔ جمع کولے شي چاچې دَ ماسخوتن مونځ جمع سره نهٔ وي کړے ځکه چې دې به دَ هغې خلقو تابع ګڼلې شي۔کهٔ یو سړے جماعت ته پهٔ داسې وخت راوُرسي چې دَ ماسخوتن مونځ شوے وي اؤ دَ تراويحو هم څهٔ رکعته شوے وي نو دهٔ ته پکار دي چې اول دَ ماسخوتن فرض مونځ وُکړي بيا دوه رکعته سنت وکړي او بیا پهٔ تراویحو کښې شریک شي۔ څومره رکعته تراویح چې ترینه تلے دي نو هغه دې دَ وترو نه پس وکړي او وتر دې دَ جمع سره وُکړي۔
  • کهٔ يو کس دَ ماسخوتن مونځ جمع سره وکړو اؤ تراويح ېٔ امام سره نهٔ وي کړے يا ېٔ څهٔ تراويح امام سره کړے وي نو هغه ته وتر امام سره کول جائز دی خو کهٔ فرض اؤ تراويح ېٔ امام سره نهٔ وي کړے نو وتر دې هم امام سره نهٔ کوي اؤ کهٔ ټولو خلقو تراويح پهٔ جمع نهٔ وي کړے نو وتر دې هم پهٔ جمع نهٔ کوي
  • وتر پهٔ جمع کول صرف دَ روژے پهٔ مياشت کښې دي پهٔ نورو ورځو کښې وتر پهٔ جمع دَ کولو حکم دَ نفلو پهٔ شان دے اؤ دَ روژے پهٔ مياشت کښې وتر پهٔ جمع کول يواځے پهٔ کور کښې دَ کولو نه افضل دي
  • څوک چې فرض يا وتر يا نفل مونځ کوي دَ هغوي پهٔ اقتداء کښې تراويح کول ټيک نهٔ دي
  • افضل دا دي چې دَ تراويحو پهٔ هر دوؤ رکعتو کښې نوے نيت وکړے شي اؤ دَ تراويحو پهٔ نيت کښې صرف دَ نفلو نيت هم کافي دے خو افضل دا دي چې دَ سنت اؤ تراويحو تعين دے هم ورسره وشي
  • دَ روژے پهٔ میاشت کښې یو ځل قران مجید ترتیب وار پهٔ تراویحو کښې لوستل سُنّتِ مؤکدّه دے۔ دَ خلقو دَ سُستیٔ پهٔ وجه ېٔ پریښودل نهٔ دي پکار۔ البته کهٔ دا ويره وي چې پوره قران مجید لوستو کښې به خلق مونځ پریږدي او جمع به ماته شي يا به دَ خلقو خوښ نهٔ وي نو ښهٔ داده چې څومره خلق پهٔ اسانیٔ اوریدلے شي هغه هومره دې لولي یا دې اخري لس سُورتونه وائی پهٔ هر رکعت کښې یو سورة چې لس رکعته پوره شي نو بیا دې ېٔ دوباره کړي دَ خلقو دَ سستۍ له کبله دې مونځ زر زر نهٔ کوي اؤ دَ ارکانو اعتدال دې نهٔ پريږدي قرات دې هم زر زر نهٔ کوي تعوذ اؤ تسميه دې هم وائی اؤ پهٔ قعده کښې دې دَ التحيات نه پس دورد شريف ضرور وائی اګر چې صرف اللهم صلي علي محمد پورے دے ووائی (ځکه چې دَ يو امام پهٔ نزد درود شريف وئیل واجب دی) اؤ تراويح دې هم نهٔ پريږدي۔ دَ روژے پهٔ مياشت کښې پهٔ تراوؤ کښې دوه ځله قران ختمول افضل دي اؤ درے ځله ختمول زيات افضل دي خو دا فضيلت هغه وخت دے چې کله مقتديانو ته ګرانه نهٔ وي
  • پهٔ یوه شپه کښې ټول قران شریف لوستل جائز دي، هله کهٔ خلق شوقین وي او پهٔ مینه ېٔ اؤري۔ او کهٔ ګران وي ورباندې نو مکروه دي۔ زمونږ دَ بعضې بزرګانو نه پهٔ يو شپه کښې قران ختمول ثابت دي خو دَ نن سبا شبينه پهٔ دې حکم کښې نهٔ ده داخله ځکه چې پهٔ دې کښې دَ ډيرو مکروهاتو ارتکاب کيږي۔ پهٔ دې وجه دا ناجائزہ دہ۔ افضل دا دي چې پهٔ ټولو دوؤ دوؤ رکعتو کښې يو هومره تلاوت وشي اؤ کهٔ څهٔ لږکمې زياتې پکښې وشي نو خير دے۔ خو دَ نورو مونځونو پهٔ شان پهٔ دې کښې هم دَ دويم رکعت قرات دَ وړومبي رکعت نه زياتول مکروه دي کهٔ څهٔ لږکمې زياتې پکښې وشي نو خير دے
  • بغير دَ څهٔ عذره پهٔ ناسته تراويح کول جائز دي ولې مستحب نهٔ دي بلکه مکروه تنزيهي دي اؤ دَ نورو نفلونو پهٔ شان پهٔ ناسته کولو واله ته پهٔ ولاړه کولو واله نه نيم ثواب ملاويږي۔ کهٔ امام دَ څهٔ عذر پهٔ وجه تراويح پهٔ ناسته کوي اؤ مقتديان پهٔ ولاړه کوي نو دَ دوي مونځ به ټيک وي اؤ پهٔ دے صورت کښې مقتديانو دپاره هم بعضې فقهاؤ پهٔ ناسته کول مستحب وئیلې دي چې دَ امام دَ مخالفت صورت پيدا نهٔ شي
  • کهٔ چرے څلور رکعته پهٔ يو سلام وکړے شي اؤ دويم رکعت پسې قعده ونهٔ کړے شي نو استحساناً دَ هغهٔ مونځ به فاسد نهٔ وي خو کهٔ چرے پهٔ قصد سره ېٔ داسې کړے وي نو دَ دې مونځ راګرځول واجب دي اؤ کهٔ پهٔ هيره شوے وي نو سجده سهوه به واجب وي اؤ هغه به دوه رکعته شماريږي هم دا ټيک اؤ مفتيٰ به ده۔ اؤ فتويٰ پهٔ دې ده چې دهٔ ته پهٔ دې رکعتونو کښې لوستې قران مجيد دوباره تلاوت کولو ضرورت نشته خو کهٔ پهٔ مقتديانو ګرانه نهٔ وي اؤ هغوي رضا وي نو دَ دې قرات دوباره کولو کښې احتياط زيات دے۔ اؤ کهٔ چرے دويم رکعت نه پس ېٔ هم قعده ونهٔ کړه اؤ دريم رکعت دپاره ودريدو نو دَ دريم رکعت دَ سجدے نه مخکښې مخکښې کهٔ ورياد شو نو قعده دې وکړي اؤ سجده سهوه دې وکړي اؤ سلام دې واړوي اؤ کهٔ دَ دريم رکعت دَ سجدے نه پس ورياد شو نو يو رکعت دے بل وکړي اؤ قعده دې وکړي اؤ سجده سهوه دې وکړي اؤ سلام دې واړوي دا څلور رکعته به دوه شماريږي لکه څنګه چې وړاندې بيان شو ۔ اؤ کهٔ دويم رکعت نه پس ېٔ قعده وکړه اؤ دريم رکعت دپاره ودريدو اؤ دريم رکعت دَ سجدې نه پس ورياد شو اؤيو رکعت ېٔ بل هم وکړو څلو ر ېٔ پوره کړه اؤ سجده سهوه ېٔ هم وکړه نو دا ټيک دي چې دا به څلور رکعته شماريږي
  • کهٔ پهٔ تراويحو کښې شپږ يا اتهٔ يا لس رکعته پهٔ يو سلام سره وکړې شي نو کهٔ هر دوه رکعته پس ېٔ قعده کړې وي نو دا ټيک ده چې جائز دی خو پهٔ قصد داسې کول مکروه دي۔ اؤ هم داسې پهٔ يو سلام سره شل رکعته کول اؤ هر دوه رکعته پس قعده کول، دا حکم لري چې ټولې تراويحې وشوې خو پهٔ قصد داسې کول مکروه دي۔ اؤ کهٔ هر دوه رکعته پس ېٔ قعده ونهٔ کړه بلکه پهٔ اخر کښې ېٔ صرف يو قعده وکړه نو استحساناً دا دوه رکعته شمار شو دا حکم صرف تراويحو دپاره دے پهٔ عام نفلو کښې پهٔ دې صورت کښې ټول مونځ فاسد شو
  • کهٔ چرے پهٔ څهٔ وجه ټولې تراويح يا دوه رکعته فاسد شو نو پهٔ هغې کښې لوستې شوې قران دې بيا تلاوت کړے شي پهٔ دې وجه چې پهٔ تراويحو کښې ختم قران ناقص پاتې نهٔ شي
  • کهٔ پهٔ تراويحو کښې پهٔ قرات کښې څهٔ غلطې وشي يا يو سورت يا ايت پاتې شي نو کله چې پته ولګي نو هغه دې ټيک تلاوت کړي صرف غلط تلاوت شوې يا پاتې شوې ايت يا سورت تلاوت شي نو دا کافي ده اؤ کهٔ دَ هغې نه وروستو قران کهٔ دوباره تلاوت شي نو دا بهتره ده ځکه چې داسې به ختم قران پهٔ ترتيب سره وشي
  • کهٔ بغير دَ څهٔ عذر نه مقتدي پهٔ ناسته تراويح کوي اؤ کله چې امام رکوع له ځي نو دې ودريږي نو دا مکروه تحريمي ده کهٔ دَ بوډا والي يا بيمارۍ دَ عذر پهٔ وجه کوي نو مکروه نهٔ دي۔ دغه شان بعضې خلق دَ رکعت پهٔ شورو کښې پهٔ مانځهٔ کښې نهٔ شريکيږي اؤ کله چې امام رکوع ته ځي نو شريک شي دا هم مکروه تحريمي ده۔ د شورو نه پهٔ مانځهٔ کښې شريکيدل پکار دي
  • کهٔ دَ خوب غلبه وي نو جمع سره تراويح کول مکروه دي داسې کس ته بيليدل پکار دي اؤ چې کله دَ خوب غلبه ختمه شي اؤ ښهٔ بيدار شي نو بيا دې مانځهٔ کښې شامل شي
  • دَ تراویحو پهٔ ختم کښې یو ځل بِسمِ اللّٰہِ الرَّحمٰنِ الرَّحِیمَ پهٔ زوره وئیل پکار دی ځکه چې بِسمِ اللّٰہِ الرَّحمٰنِ الرَّحِیمَ هم دَ قران مجید یو ایت دې۔ اګر چې دَ یو سورت جزو نهٔ دے۔ نو کهٔ پهٔ زوره اونهٔ وئیلے شي ۔ نو پُوره قران مجید کښې به دَ یو ایت کمې راشي اوکهٔ چا پهٔ ورو اُووې نو دَ مقتدیانو قران مجید به پُوره نهٔ شي ۔ دغه شان دَ هر سورت پهٔ شوروکښې بِسمِ اللّٰہِ الرَّحمٰنِ الرَّحِیمَ پټ وئیل مستحب دي
  • امام دپاره پهٔ تراويحو کښې ختم قران پهٔ وويشتمه شپه کول افضل دي اؤ دَ دې نه مخکښې کول هم جائز دی خو ترک افضل دي۔ کله هم چې پهٔ تراويحو کښې قران ختم کړے شي نو باقي شپو کښې تراويح پريښودل نهٔ دي پکار ځکه چې ټولې روژے پهٔ مياشت کښې تراويح کول سنت موکده دي اؤ پريښودل ېٔ مکروه تحريمي دي
  • دَ ختم پهٔ وخت پهٔ اخري رکعت کښې الم نه تر مُفلِحُون پورے تلاوت کول بهتر اؤ مستحب دي اؤ سورت اخلاص يو ځل وئیل پکار دی ۔ درے ځله وئیل لکه څنګه چې نن سبا بعض خلق کوي دا مکروه دي
  • دَ تراويحو رکعتونه پهٔ دې نيت شمار کول چې څومره باقي پاتې شو مکروه دي
  • وتر دَ تراویحو نه پس کول ښهٔ دی کهٔ چا مخکښې وکړل هم جائز دي۔
  • مسئله تراویح دَ رمضان پهٔ ټوله میاشت کښې کول سُنّت دې کهٔ دَ قران ختم دَ میاشتې نه وړومبې پوره شي۔ مثلًا دَ رمضان تر شلو ختم پوره شي نو باقي لس ورځې هم تراویح کول سُنت دي۔
  • مسئله صحیح داده چې پهٔ تراویحو کښې درې ځله ”قُل هُوَاللهُ “ وئیل لکه څنګه چې عام دستور دې مکروه دي۔
    غير مؤکد سنتونه
    دَ رکعتونو تعداد
    نفل مونځونه
    دَ مريض اؤ معذور دَ مانځهٔ بيان
    دَ جمعے مونځ
    دَ جنازے مونځ
    دَ مسافر دَ مونځ بيان

    دَ مانځهٔ شرطونه

    دَ مانځه وخت کیدل
    دَ فرض مانځه وختونه
    •  دَ سحر وخت: شپه چې ختمه شي اؤ سبا نزدې شي نو نمر خاتهٔ طرفته پهٔ اسمان کښې پهٔ اُوږدوالي باندې قبله پهٔ نمرخاتهٔ یو سپین والې ښکاره شي۔ دې ته صبح کاذب وائی۔ بیا لږ ساعت پس پهٔ پلن والی باندې قطب پهٔ سوئیل یوه سپینه لکیره څرګنده شي۔ ورو ورو زیاتیږې اؤ لږ غوندې وخت کښې سپینه رڼا شې۔ دې ته صبح صادق وائی۔دَدغې سپینې لکیرے دَ شروع کیدو نه دَ سحر دَ مانځه وخت شروع کیږي۔ اؤ نمر تر راختو پورے وي۔ دَنمر چې لږه غوندې کناره څرګنده شي نو دَ سحر وخت ختم شي۔
    •  دَ ماسپښين وخت: دَ زوال نه پس دَ ماسپښین وخت شروع کیږی۔زوال دې ته وائی چې قبلې طرف ته اوږود سېورے دَ قبلې نه راروان شی۔ورو ورو قطب طرف ته ځي۔چې بلکل قطب ته نیغ شي نوبیا نمرخاتهٔ طرف ته واوړي۔دغې اوړیدو ته زوال وئیلے شي۔ چې قبلې ته مخ کړے اؤ اودریږے نو ښي لاس ته قطب وئیلے شی۔ دَ زوال بله اسانه پیژندګلو داده۔ چې نمر راوخیژي راپورته کیږي نو دَ هر څیز سېورے ورو ورو کمیږي چې کمیدل بند شي دا دَ غرمې وخت دے۔ دې نه پس بیا زیاتیدل شروع شي۔ دَ زوال وخت نه دَ ماسپښین وخت شروع کیږي اؤ دَ غرمې پهٔ وخت چې دَ څیز څومره سېورے وي۔ دَ هغې نه علاوه چې سېورے دَ هغې څیزپهٔ دوه هومره شي تر دَغې وخته پورې دَ ماسبښین وخت دے۔ مثلاً دَ یو لاس اوږد لرګي سېورے دَ غرمې پهٔ وخت څلور ګوتې وو۔ نو چې کله دا سورې دوه لاسه اؤ څلور ګوتې شي نودَ ماسپښین وخت به ختم شي او دَ مازیګر وخت به شورو شي۔
    • دَ مازيګر وخت: دَ مازیګر وخت دَنمر پریوتو پورے دے خو چې کله دَ نمر سترګې بدلې شي او رڼا ېٔ زیړه شي دې وخت کښې مونځ کول مکروه دي خو دَ څهٔ وجې نه کهٔ پهٔ چاناوخته شوے وي نو قضا کوي دې نه وکړي دې خو پهٔ اراده سره دې دومره نهٔ ناوخته کوي۔ دَدغې وخت دَ مازیګر دَ مانځه نه علاوه دَ بل وخت قضا مونځ یا نفل پهٔ دې وخت کښې کول مکروه دي۔۔
    •  دَ ماښام وخت : دَ نمر پریوتو نه پس دَ ماښام وخت شروع شی او چې تر څومره پورې قبلې طرف ته دَ اسمان پهٔ مورګو کښې سوروالے وي دَ ماښام دَ مانځه وخت دے خو دَ ماښام پهٔ مانځهٔ کښې دومره تاخیر نهٔ دې پکار چې ستوری رڼاوکړي۔ دومره ناوخته کول مکروه دي۔
    • دَ ماسخوتن وخت: چې سُوروالے ختم شی نو دَ ماسخوتن وخت شروع شی اؤ تر صبح صادق پورے وی خو دَ ماسخوتن مونځ تر نیمې شپې وروستو کول مکروه دے۔ ثواب ېٔ کم دے۔ښهٔ داده چې دَ دريمې برخې شپې پوره کیدو نه وړاندې مونځ وشي۔
    دَ مونځونو مستحب وختونه
    • دَ سحر مستحب وخت :
    • دَ ماسپښين مستحب وخت:
    • دَ مازيګر مستحب وخت:
    • دَ ماښام مستحب وخت:
    • دَ ماسخوتن مستحب وخت:
    دَ مونځونو مکروه وختونه
    • دَ نمر ختو نه پس
    • دَ اشراق وخت
    • دَ چاشت وخت
    • دَ تهجد وخت
    دَ مانځهٔ دَ وختونو حساب
    دَ صبح صادق اؤ صبح کاذب باره کښې يو علمي اؤ تحقيقي جائزہ
    نیت
    دَ ځاېٔ پاکيدل
    دَ جامو پاکيدل
    دَ بدن پاکيدل
    اودس
    دَ اودس مسئلے
    دَ اودس فرا ئض
    سترِ عورت (دَ بدن پټيدل )

    قبلے ته مخ کول

    1. کله چې قبلے طرف ته مخ کولو باندې قادر وي نو دا دَ مونځ صحيح کيدو دپاره شرط دے دَ مسلمانانو قبله خانه کعبه ده۔ دا يو څلور ګټيزه کور دے کوم چې دَ سعودي عرب ملک پهٔ مکه معظمه ښار کښې دے ۔ دې ته خانه کعبه ، کعبة الله ، بيت الله اؤ بيت الحرام وئیلے شی۔ کله چې يو کس قبلے طرف ته مخ کولو باندې قادر وي نو دَ هر فرض ، نفل، جنازے مونځ اؤ سجده تلاوت دپاره قبلے طرف ته مخ کول ضروري دي۔ دَ دې نه بغير يو مونځ هم صحيح نهٔ دے کهٔ قبلے طرف ته مخ کول حقيقتاً وي اؤ کهٔ حکماً۔ لکه دَ بيمارۍ يا دَ دښمن دَ ويرے چې هغه کوم طرف خپله قبله وګرځوي نو دا دَ هغهٔ قبلهٔ حکمي ده۔ قبله مسجود اليه ده (يعني چې کوم طرف ته سجده کولے شي) مسجودلهُ نهٔ ده (يعني چا ته چې سجده کولے شي) بلکه مسجود لهُ خو الله تعاليٰ دے اؤ دا اړخ مقرر کول خو دَ ازمائش اؤ يو والي دپاره مقرر شوے دے
    2. کوم کس چې پهٔ مکه مکرمه کښې دے دَ هغهٔ دپاره عين کعبے طرف ته مخ کول ضروري دي کهٔ دَ هغهٔ اؤ کعبے پهٔ مينځ کښې څهٔ ديوال يا غر حائل وي اؤ کهٔ نه۔ دا پهٔ هغه صورت کښې ده کله چې عين دَ کعبے تحقيق ممکن وي لکه پهٔ چت باندے ختلو سره هغه کعبه ليدلے شي اؤ کهٔ دا ممکن نهٔ وي نو دَ مکے والؤ دپاره هم صرف کعبے اړخ ته مخ کول کافي دي اؤ کهٔ صرف حطيم طرف ته ېٔ مخ کړو اؤ دَ کعبے يو ټکړه هم دَ هغهٔ مخې ته رانهٔ له نو داسې مونځ جائز نهٔ دے
    3. دکوم کس چې دَ مکے معظمے نه بهر دے اؤ هغه کعبه نهٔ ويني نو دَ هغهٔ قبله دَ مکے معظمے طرف دے نو کهٔ دَ هغهٔ دَ مخ څهٔ ټکړه دَ کعبے يا دَ کعبے دپاڅه هوا ته تحقيقاً يا تقريباً مخامخ وي نو دا ټيک ده تحقيقاً خامخ کيدو نه دا مطلب دے چې دَ هغه دَ مخ نه يو نيغه لکيره راښکلې شي نو هغه دَ کعبے نه يا دَ کعبے دپاڅه هوا نه تير شي اؤ تقريباً نه مراد دا دے چې دا لکيره دَ خانه کعبے يا دَ کعبے دپاڅه هوا نه بالکل لرے نهٔ وي بلکه دَ مخ څهٔ ټکړه کعبے طرف ته يا دَ کعبے دپاڅه هوا طرف ته مخامخ وي اؤ دا پهٔ دليل اؤ علامت سره معلوميدے شي اؤ دا دليلونه اؤ علامتونه پهٔ ښارونو ، کلو اؤ بانډو کښې هغه محرابونه دي کوم چې صحابؤ اؤ تابعينو جوړ کړے دي کهٔ چرے هغه هم نهٔ وي نو دَ هغې علاقے دَ وسيدونکيو نه دې تپوس وکړي اؤ صرف دَ يو کس نه تپوس کول کافي دي پهٔ سيندونو ، سمندرونو اؤ ځنګلونو کښې دَ قبلے دليل نمر، سپوږمۍ اؤ ستوري دي
    4. دَ خانه کعبے عمارت کښې راګير شوې ځاۓ مطابق تر اوومې زمکې نه يعني تحت الثريٰ نه تر عرش معليٰ تر مينځه فضا قبله ده نو کهٔ يو کس پهٔ يو کوهي کښې يا پهٔ يو اوچت غر دپاڅه يا پهٔ هوائي جهاز کښې مونځ کوي نو کهٔ دَ کعبے فضا دَ هغهٔ مخې ته وي نو مونځ به ېٔ صحيح وي کهٔ څوک دَ خانه کعبے دننه يا دَ خانه کعبے پهٔ چت باندے مونځ کوي نو چې کوم اړخ ته ېٔ زړهٔ غوړي نو مخ دې کړي
    5. قبلے طرف ته مخ کولو مطلب دَ قبلے پهٔ اړخ سينه کول دي مخ کول شرط نهٔ دي البته سنت دي

    قبلے طرف ته مخ کولو نه دَ عاجز کيدو مسئلے
    1. کهٔ دَ يو بيمار مخ قبلے طرف ته نهٔ دے اؤ هغه پهٔ دې قادر هم نهٔ دے چې قبلے طرف ته مخ کړي اؤ بل څوک ورسره نشته چې دَ هغهٔ مخ قبلے طرف ته واړوي يا څوک شته ورسره خو قبلے طرف ته مخ اړولو کښې ورته نقصان ورکوي نو کوم طرف ته چې دَ هغهٔ مخ دے هغه طرف ته دې مونځ وکړي اؤ کهٔ قبلے طرف ته مخ اړولو کښې ورته څهٔ نقصان نهٔ وي اؤ داسې کس هم ورسره شته چې دَ هغهٔ مخ قبلے طرف ته واړوي نو دا بيمار معذور نهٔ دے دهٔ له پکار دي چې قبلے طرف ته مخ واړوي ګني نو مونځ به ېٔ صحيح نهٔ وي هم پهٔ دې خبره اعتماد دے
    2. چا ته چې قبلے طرف ته مخ کولو کښې څهٔ ويره وي يعني دَ دښمن يا دَ نقصان ورکونکي ځناور يا دَ غل نو چې هغه کوم طرف ته مخ کولو کښې دا ويره نهٔ محسوسوي هغه طرف ته دې مونځ وکړي کهٔ دا عذر اسماني يعني نيغ پهٔ نيغه دَ الله دَ طرف نه وي دَ چا مخلوق پکښې څهٔ دخل نهٔ وي لکه ناروغتيا ، بوډا والے ، د دښمن ويره وغيره نو پهٔ داسې حالت کښې چې کوم مونځ وکړے شي دَ هغې دوباره کول دې نهٔ کوي اؤ کهٔ عذر دَ مخلوق د طرف نه وي لکه يو کس پهٔ قيد کښې وي اؤ قيد کونکي هغه قبلے طرف ته مخ کولو ته نهٔ پريږدي نو بغير قبلے ته مخ کولو نه دې مونځ وکړي ولے چې کله دا عذر لرے شي نو دا مونځ دې بيا وکړي
    3. پهٔ کشتۍ کښې فرض يا نفل مونځ څوک کوي نو پهٔ هغهٔ هم قبلے طرف ته مخ کول واجب دي اؤ کهٔ دَ مانځهٔ پهٔ مينځ کښې کشتۍ تاؤ شي نو دې دې هم تاؤ شي اؤ مخ دې قبلے طرف ته واړوي کهٔ داسې ېٔ ونهٔ کړل نو مونځ به ېٔ فاسد شي دغه شان کهٔ څوک پهٔ ريل ګاډي کښې مونځ کوي نو هم دې قبلے طرف ته مخ کوي اؤ کهٔ دَ مانځهٔ پهٔ مينځ کښې ريل ګاډي تاويدو سره قبله بل اړخ ته کيږي نو دې دې هم تاويږي اؤ قبلے طرف ته دې مخ اړوي کني نو مونځ به ېٔ صحيح نهٔ وي خو کهٔ چرے پهٔ ريل ګاډي کښې قبلے طرف ته مخ کولو باندے قادر نهٔ وي نو چې کوم طرف ته مخ کولو باندے قادر وي هغه طرف ته دې مونځ وکړي اؤ کهٔ پهٔ ودريدو باندې قادر نهٔ وي نو پهٔ ناسته دې وکړي خو بغير دَ څهٔ عذر نه قيام اؤ قبلے طرف ته مخ کول دې نهٔ پريږدي اؤ هسې بهانے دې نهٔ جوړوي نن سبا خلق دَ دې نه ډير غافل دي اؤ دَ دې پرواه نهٔ کوي

    پهٔ ګومان باندې قبله معلومول:
    1. پهٔ ابادۍ کښې دَ زړو محرابونو نه اؤ دَ جوماتونو نه قبله معلومول غوره دي کهٔ دا نهٔ وي نو دَ داسې کس نه دې تپوس وکړي کوم چې دَ هغه ځاۓ وسيدونکې وي اؤ قبله ورته معلومه وي، دَ هغهٔ ګواهي قبليږي اؤ تپوس کولو واله دَ هغهٔ اواز اوري کهٔ دَ دې نه هم عاجز وي نو اوس پهٔ خپل ګومان قبله معلومول اؤ مونځ کول لازمي دي دَ زړو محرابونو اؤ دَ جوماتونو پهٔ موجودګۍ کښې چا نه تپوس کولو څهٔ اعتبار نشته اؤ دَ هغه وينا مطابق قبله مقرر کول اؤ مونځ کول ټيک نهٔ دي اؤ چرته چې محرابونه اؤ جوماتونه نهٔ وي خو داسې کس موجود وي چې دَ هغې ځاۓ وسيدونکې وي، قبله ورته معلومه وي، دَ هغهٔ ګواهي قبليږي اؤ معلومولو واله دَ هغهٔ اواز هم اوري نو دَ هغهٔ نه تپوس کول پريښودل اؤ پهٔ خپل ګومان قبله مقرر کول جائز نهٔ دي دې نه معلومه شوه چې کله مقدم موجود وي نو مؤخر اختيارول جائز نهٔ دي
    2. کهٔ پهٔ شرائطو سره پهٔ ګومان باندې ېٔ قبله مقرر کړه اؤ مونځ ېٔ وکړو اؤ مانځهٔ نه پس معلومه شوه چې ګمان غلط وو نو بيا دې مونځ نهٔ کوي اؤ کهٔ پهٔ مانځهٔ ورته دَ قبلے صحيح اړخ معلوم شو يا رائے ېٔ بدله شوه اؤ غالب ګمان ېٔ بل اړخ ته شو نو کهٔ دَ سهو پهٔ سجده کښې ولې نهٔ وي، مخ دې هغې اړخ ته واړوي اؤ باقي مونځ دے دغې اړخ ته پوره کړي بيا ټول مونځ کولو ضرورت نشته پهٔ دې صورت کښې کهٔ چرے سمدستي ېٔ مخ وانړولو اؤ دَ يو رکن مقدار برابر وخت پکښې ولګيدو نو مونځ ېٔ فاسد شو
    3. دَ قبلے معلومولو کومې ذريعے چې بيان شوے پهٔ هغې قدرت لرلو صورت کښې ګومان کول جائز نهٔ دي زنانه دپاره هم تپوس کول ضروري دي پهٔ داسې وخت کښې دې شرم نهٔ کوي ګني نو مونځ به ېٔ نهٔ کيږي کهٔ يو پوهه کس دَ کوم نښې چې پورته بيان شوے ، دَ هغهٔ پهٔ موجودګۍ کښې پهٔ ګومان قبله معلومول اؤ مونځ کول مسئله دا ده چې کهٔ پهٔ ګومان باندې معلومه شوې قبله ټيک ثابته شوه نو مونځ ېٔ وشو ګني نو نهٔ دې شوے۔ دَ يو کس نزدې کيدو حد دا دې چې کهٔ هغهٔ ته زوره اواز وکړے شي نو هغه به ېٔ واوري
    4. کهٔ چا ته پهٔ ځنګل کښې پهٔ قبله کښې شک شي اؤ هغه پهٔ ګومان باندې يو اړخ قبله وګڼي اؤ دوه معتبر کسان ورته خبر ورکړي چې قبله بل اړخ ته ده نو کهٔ هغه دوه کسان هم مسافر وي نو دَ هغوي دَ و ئيلو دې پرواه نهٔ کوي اؤ کهٔ دَ دغه ځاۓ وسيدونکي وي يا اکثر دَ تګ راتګ پهٔ وجه يا دَ علم پهٔ بله څهٔ طريقه ورته دَ قبلے اړخ معلوم وي نو بيا خو دَ هغوي خبره منل پکار دي ګني نو مونځ به ېٔ نهٔ کيږي اؤ کهٔ چرے داسې نهٔ وي نو بيا دې دَ هغوي خبره نهٔ مني اؤ پهٔ خپل ګومان دې عمل وکړي
    5. کهٔ يو ښار ته داخل شي اؤ هلته محرابونه يا جوماتونه وويني نو هم هغې طرف ته دې مونځ وکړي پهٔ خپل ګومان دې قبله نهٔ معلوموي اؤ کهٔ پهٔ ځنګل کښې وي اؤ اسمان صفا وي اؤ دَ ستورو پهٔ ذريعه دَ قبلے اړخ معلومولې شي نو بيا دې هم پهٔ ګمان قبله نهٔ معلوموي پهٔ دې دواړو صورتونو کښې کهٔ پهٔ ګومان باندې ېٔ ټيک قبله متعين کړے وي نو مونځ ې وشو ګني نو نهٔ دے شوے
    6. کهٔ يو جومات ته داخل شو اؤ پهٔ هغې کښې محراب نهٔ وي اؤ دهٔ ته قبله نهٔ ده معلومه اؤ پهٔ ګومان ېٔ مونځ وکړو بيا ورته غلطي معلومه شوه نو دَ دې مونځ دوباره کول واجب دي ځکه چې دَ هغې ځاۓ دَ وسيدونکيو نه پهٔ پښتنه باندې قادر وو اؤ کهٔ دا معلومه شوه چې ټيک قبلے طرف ته ېٔ مونځ کړے دے نو مونځ ېٔ وشو اؤ کهٔ هغهٔ دَ هغه ځاۓ وسيدونکي اؤ قبله پيژندلو واله نه تپوس وکړو اؤ هغهٔ ونهٔ و ئيل اؤ پهٔ ګومان ېٔ قبله معلومه کړه اؤ مونځ ېٔ وکړو اؤ بيا وروستو دا معلومه شوه چې قبله غلطه وه نو بيا ېٔ هم مونځ وشو کهٔ هغه کس دَ مانځهٔ نه پس ووا ئي نو بيا هم مونځ دوباره کولو ضرورت نشته کهٔ يو مسافر پهٔ شپه کښې يوے علاقے ته داخل شو اؤ هلته ورته قبله نهٔ وي معلومه نو دَ قبلے معلومولو دپاره خلقو ته ورونه ډبول پرې واجب نهٔ دي اؤ کهٔ هغوي ته څهٔ حرج نهٔ وي نو بيا پرې واجب دي پهٔ تيارهٔ کښې ورته اسانۍ سره قبله نهٔ معلوميږي نو دَ محراب ديوالونه لټول ورته واجب نهٔ دي
    7. کهٔ چا ته دَ قبلے پهٔ اړخ کښې شک پيدا شو اؤ پهٔ ذکر شوے طريقو قبله معلومولو نهٔ عاجز دے پهٔ دې وجه ګومان ېٔ هم ونهٔ کړو اؤ بس يو اړخ ته ېٔ مونځ شورو کړو نو کهٔ دَ مانځهٔ پهٔ دوران کښې ېٔ شک لرے شو اؤ دا ورته معلومه شوه چې زهٔ قبلے طرف ته يم يا نهٔ يم يا هيڅ ورته معلوم نهٔ شو نو پهٔ درے دواړو صورتونو کښې ورته بيا مونځ کول پکار دي اؤ کهٔ مانځهٔ نه پس ورته پته ولګيده چې غلط اړخ ته ېٔ مونځ کړے دے يا هيڅ ورته معلوم نهٔ شو يا غالب ګومان ېٔ وشو چې ټيک اړخ ته ېٔ مونځک ړے دے نو بيا هم ورته مونځ دوباره کول پکار دي ځکه چې دَ شک پهٔ صورت کښې ورته ګومان کول فرض وو اؤ دهٔ پريښودهٔ اؤ کهٔ دَ مانځهٔ نه پس ورته يقيني طور معلومه شوه چې ټيک اړخ ته ېٔ مونځ کړے دے نو پهٔ اتفاق سره دَ دهٔ مونځ وشو بيا دې نهٔ کوي
    8. کهٔ پهٔ ګومان باندې ېٔ قبله يو اړخ ته مقرر کړه خو مونځ ېٔ بل اړخ ته وکړو نو فتويٰ پهٔ دې ده چې هر حال کښې مونځ بيا وکړي
    9. کهٔ ګومان ېٔ يو اړخ ته هم غالب نهٔ شو اؤ هغهٔ ټول طرفونه دَ قبلے باره کښې يو شان وي نو دَ دې باره کښې درے اقوال دي بغضو دا و ئيلي دي چې مونځ کښې دې بيړه نهٔ کوي بلکه لږ تاخير دې وکړي تر دې چې دَ هغهٔ ګومان يو اړخ ته غالب شي، بعضو و ئيلي دي چې څلورو واړو اړخونو ته دې يو يو ځل مونځ وکړي اؤ هم دا زيات ټيک اؤ احتياط واله خبره ده اؤ بعضو و ئيلي دي چې څلور واړه اړخونه دهٔ دپاره يو شان دي چې کوم اړخ ته ېٔ مونځ وکړو ټيک دے اؤ علامه شاميؒ دې ته ترجيح ورکړے ده والله اعلم
    10. کهٔ پهٔ ګومان باندې ېٔ يو اړخ ته قبله مقرر کړه اؤ مونځ ېٔ شورو کړو اؤ يو رکعت ېٔ وکړو بيا دَ هغهٔ راۓ بل اړخ ته بدله شوه اؤ دويم رکعت ېٔ هغې اړخ ته وکړو بيا پهٔ دريم يا څلورم رکعت کښې ېٔ بيا ګومان هغې اړخ ته واؤړيدو کوم اړخ ته چې ېٔ وړومبې رکعت کړے وو نو دَ دې باره کښې پهٔ مشا ئخو کښې اختلاف دے بعضو و ئيلي دي هغه دې هم هغې اړخ ته مونځ پوره کړي کوم اړخ ته چې ېٔ وړومبې رکعت کړے وي اؤ دا اوليٰ ده اؤ بعضو و ئيلي دي چې بيا دې مونځ وکړي کهٔ پهٔ ګومان باندې ېٔ يو رکعت يو اړخ ته وکړو نو دا جا ئز دي
    11. پهٔ ګومان باندې قبله تجويز کول څنګه چې مانځهٔ دپاره ضروري دي دغه شان سجده تلاوت دپاره هم ضروري دي

    پهٔ ګومان باندې قبله معلومونکي پسې مونځ کولو مسئلے:
    1. کهٔ چا داسې بغير دَ خپل ګومان کولو نه داسې امام پسې مونځ وکړو چا چې پهٔ ګومان باندې قبله متعين کړے وي نو کهٔ دَ امام ګومان ټيک وو نو دَ امام اؤ مقتدي دواړو مونځ وشو اؤ کهٔ قبله غلطه وه نو دَ امام موځ وشو اؤ دَ مقتدي نه
    2. کهٔ يو کس پهٔ ګومان باندې يو اړخ قبله وګڼله او مونځ ېٔ شورو کړو بيا پهٔ مانځهٔ کښې ورته معلومه شوه چې قبله بل اړخ ته ده اؤ هغې اړخ ته ېٔ مخ واړولو بيا يو داسې کس دَ هغهٔ پهٔ اقتداء کښې مونځ شورو کړو چې هغهٔ ته دَ دهٔ وړومبې حالت ورته معلوم وو نو دَ امام مونځ وشو اؤ دَ مقتدي نه اؤ کهٔ مقتدي ته دَ امام حالت معلوم نهٔ وو يا معلوم وو خو هغهٔ هم دغه اړخ پهٔ غالب ګومان قبله ګڼلو اؤ اوس دَ امام ګومان بدليدو سره دَدهٔ ګومان هم بدل شو اؤ دې نوي اړخ ته ېٔ ګومان غالب شو نو دَ مقتدي مونځ پهٔ دې امام پسې جا ئز دے
    3. يو ړوند دَ قبلے نه علاوه بل اړخ ته يو رکعت وکړو بيا يو کس راغې اؤ دَ هغهٔ مخ ېٔ قبلے طرف ته واړولو اؤ دَ هغهٔ پهٔ اقتداء کښې ېٔ مونځ شورو کړو نو کهٔ دې ړوند ته دَ مونځ شورو کولو نه مخکښې داسې کس ملاؤ شوے وو چې دَ هغهٔ نه ېٔ دَ قبلے پښتنه کولې شوه خو نهٔ ېٔ کړے وه نو دَ دې امام اؤ مقتدي دواړو مونځ فاسد دے اؤ کهٔ چرے داسې کس ورته نهٔ وو ملاؤ شوے نو دَ امام مونځ ټيک دے اؤ مقتدي فاسد دے کهٔ يو ړوند ته داسې کس ملاؤ نهٔ شي چې دَ قبلے تپوس ترينه وکړي نو محرابونه لټول پرې واجب نهٔ دي اؤ کهٔ داسې کس ورته ملاؤ شي چې دَ قبلے تپوس ترينه وکړي خو تپوس ېٔ ونهٔ کړو اؤ مونځ ېٔ وکړو نو کهٔ ټيک قبلے طرف ته ېٔ کړے وي نو وشو ګني نو نهٔ دې شوے

    دَ خانه کعبے دننه مونځ کول:
    1. کهٔ څوک پهٔ داسې ځاېٔ کښې وې چې پته نه لګې چې قبله کوم خواه ده، او نهٔ داسې څوک وي چې تپوس ترېنه وکړی، نو پهٔ زړهٔ کښې دې فکر وکړي، او چې کوم طرفته ورته زړهٔ ګواهې ورکړه هغه طرف ته دے مخ کړی۔ کهٔ بغیر دَ فکر کولو نه یو طرف ته مخ کړی نو مونځ ېٔ نهٔ کیږی۔ کهٔ وروستو دا معلومه شوه چې قبلې ته ېٔ مخ کړے وونو بيا هم چې بې فکره ېٔ کړے وی نو مونځ ېٔ نهٔ کیږی، کهٔ هلته څوک وو خو دَ شرم اؤ حیا دَ وجې نه ېٔ ترې تپوس ونهٔ کړو اؤ دغه شان ېٔ مونځ وکړو، نو هم صحیح نهٔ دی۔ پهٔ داسې وخت کښې شرم نهٔ دې پکار، اؤ کهٔ دَ قبلې نهٔ معلومیدو پهٔ وخت کښې ېٔ پهٔ جمع مونځ کولو نو امام اؤ مقتدیانو ټولو ته هغې طرف ته مخ کول پکار دی کوم خوا چې دَ دوي پهٔ غالب خیال قبله وی خو کهٔ دَ مقتدی غالب ګمان دَ اِمام نه بدل وی نو دَ هغهٔ مونځ پهٔ دې اِمام پسې نهٔ کیږی، ځکه چې دَ هغهٔ پهٔ خیال اِمام پهٔ غلطه دے۔ اؤ د غلط ګڼلو نه پس ورپسې اقتدا صحیح نهٔ ده۔ کهٔ معلومه شوه چې دغه طرف ته قبله نهٔ وه، هم ېٔ مونځ شوے دے۔
    2. که څوک دَ ښئیلو نه وو،پهٔ خپل خیال فکر ېٔ مونځ وکړو، بیا وروستو معلومه شوه چې دغه طرفته قبله نه وه، هم ېٔ مونځ شوې دې۔
    3. که پهٔ غلط طرف ېٔ مونځ کولو۔ پهٔ مانځه کښې ورته معلومه شوه چې قبله دې طرف ته ده نو پهٔ مانځه کښې دِ هغه طرف ته مخ وُګرزَوې۔ که دَ خبریدو نه پس ېٔ قبلې طرف ته مخ ونه ګرزَولو نو مونځ ېٔ نه کیږې۔
    4. دَ کعبې شریفې دَ کوټې دَننه هم مونځ جائِز دې او مونځ کوونکې ته اختیار دې هر طرف ته چې مخ کوې۔
    5. دَ کعبې شریفې پهٔ کوټه کښې دننه فرض مونځ او نفل مونځ دواړه جائز دې او مونځ کوونکې ته اختیار دې هر طرف ته چې مخ کوې۔

    دَ مانځهٔ ارکان


    تکبير تحريمه

    قيام (ودريدل)

    قرآت

    رکوع

    دوه سجدے

    اخري قعده

    دَ مانځهٔ واجبات


    دَ مانځهٔ سنتونه


    دَ مانځهٔ مستحبات


    دَ مانځهٔ مفسدات (پهٔ څهٔ چې مونځ ماتيږي)


    دَ مانځهٔ مکروهات


    دَ سجدهٔ سهوه مسئلے


    دَ زنانؤ مونځ


    دَ جمع دَ مونځ احکام اؤ مسئلے


    دَ مونځ مسنونه طريقه

    دَ مانځهٔ هغه طريقه کومه چې زمونږ دَ مشرانو نه راروانه ده پهٔ هغې کښې ټول فرا ئض، سنت اؤ مستحب پهٔ خپل خپل ځاۓ اداء شي هغه داسې ده چې کله دَ مانځهٔ اراده وي نو دَ مانځهٔ ټولو شرطونو سره دې مونځ شورو کړي يعني اول دې خپل بدن دَ حدث اکبر اؤ حدث اصغر اؤ ښکاره ناپاکۍ نه پاک کړي اؤ پاکې جامې دې واغوندي اؤ پهٔ پاک ځاۓ دې قبلے اړخ ته مخ کړي اؤ داسې دې ودريږي چې دَ دواړو پښو پهٔ مينځ کښې ېٔ څلور ګوتې يا دَ هغې نه لږه زياته يا لږه کمه فاصله وي۔ بيا دې دَ هغه مونځ نيت پهٔ زړهٔ کښې وکړي کوم چې کول غواړي۔ نيت کولو نه پس دې اَللهُ اکبر وُوائی اؤ دَ اللهُ اکبر دَ وَینا پهٔ وخت دې سړي دواړه لاسونه دَ غوږونو تر نرمو پورته کړي اؤ ښځې دې دَ اُوږې تر سره پورې خو لاسونه دې دَ لوپټې نه بَهرته نه وباسي۔ دَ الله اکبر و ئيلو پهٔ وخت دې سړي اؤ ښځې دواړه تلي قبلے اړخ ته ساتي۔ اؤ بیا دې ېٔ سړے دَ نامهٔ لاندې او ښځې پهٔ سینه باندې وتړي۔ بعضې خلق دَ الله اکبر (يعني تکبير تحريمه و ئيلو نه پس لاسونه لږ وخت دپاره زوړند ونيسي دا غلطه ده۔ دَ ښي لاس تلې دې دَ ګس لاس پهٔ شا باندې کیږدي اؤ نظر دې دَ سجدے پهٔ ځاۓ ساتي اؤ پهٔ داسې اواز چې صرف پخپله ېٔ اوري دا دُعا دې ووائی۔
    ”سُبحَانَکَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمدِکَٔ وَتَبَارَکَ اسمُکَٔ وَتَعَالٰی جَدُّکَٔ وَلَا اِلٰهَ غَیرُکَٔ۔“ کهٔ امام وي، کهٔ مقتدي وي کهٔ يواځې سړے وي اؤ کهٔ ښځه وي ټولو دپاره دا حکم دے۔ پهٔ ثنا کښې دې وَ جَلَّ ثناءُک دَ جنازے د مونځ نه علاوه پهٔ بل مونځ کښې نهٔ وائي اؤ دَ تکبير تحريمه نه پس دې اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَۚ ط اِنَّ صَلَاتِیْ وَ نُسُكِیْ وَ مَحْیَایَ وَ مَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ لَا شَرِیْكَ لَهٗ١ۚ وَ بِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَ اَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ ط نهٔ وا ئي البته پهٔ نفل مونځ کښې دا ثنا سره ملاؤل جا ئز دي اؤ غوره خبره دا ده چې دَ تکبير تحريمه نه مخکښې هم نهٔ وا ئي اؤ هم دا ټيک ده اؤ متأخرينو دا اختيار کړے ده چې دَ تکبير تحريمه نه مخکښې دې ووا ئي اؤ صحيح قول دا دے چې پهٔ دې کښې اَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ و ئيلو سره مونځ نهٔ فاسد کيږي ځکه چې مونځ ګزار دا دَ تلاوت پهٔ نيت وا ئي دَ خپل حال خبر ورکولو پهٔ نيت ېٔ نهٔ وا ئي بله دا چې دَ احاديثو نه دَ دې و ئيل ثابت دي پهٔ دې وجه دَ مانځهٔ پهٔ ماتيدونکو څيزونو کښې نهٔ دے البته دَ دې و ئيلو جواز پهٔ نفلو کښې ورکړے شوے دے
    بیا دې تعوذ يعني اَعُوذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیطٰنِ الرَّجِیمَ ووائي اؤ دا پهٔ ورو و ئيل سنت دي دَ امام ابو حنيفهؒ اؤ امام محمدؒ پهٔ نزد تعوذ دَ قرأت تابع دي دَ ثنا نه۔ هم پهٔ دې فتويٰ ده پهٔ دې وجه کله چې يو مسبوق خپل باقي مونځ کولو دپاره ودريږي نو هغه دې تعوذ ووائي اؤ هغه مقتدي کوم چې دَ شورو نه امام سره شامل دے هغه دې تعوذ نهٔ وائي ځکه چې هغه به قرأت نهٔ کوي اؤ دَ اخترونو پهٔ مونځونو کښې پهٔ وړومبي رکعت کښې دَ اختر دَ تکبيرونو نه پس دې امام تعوذ ووائي ځکه چې هغه به قرات کوي اؤ تعوذ دَ مانځهٔ پهٔ وړومبي رکعت کښې دے پهٔ نورو رکعتونو کښې نشته نو کهٔ چا مونځ شورو کړو اؤ تعوذ ترينه هير شو تر دې چې سورة الفاتحه ېٔ ووئيله اؤ بيا ورته راياد شو نو دې وخت کښې دې تعوذ نهٔ وا ئي دغه شان کهٔ ثنا و ئيل ترينه هير شو تر دې چې سورة الفاتحه ېٔ شورو کړه اؤ بيا ورته ثنا راياده شوه نو اوس دې ثنا نهٔ وا ئي ځکه چې دَ هغې وخت تير شو۔ دَ تعوذ نه پس دې بسم اللّٰہ الرحمٰن الرحیم پهٔ رو اواز سره ووائي کهٔ جهري مونځ وي اؤ کهٔ سري اؤ کهٔ امام وي اؤ کهٔ يواځې مونځ کوي۔ بسم اللّٰہ الرحمٰن الرحیم دې هر رکعت کښې دَ سورة الفاتحے نه مخکښې وائي پهٔ دې فتويٰ ده۔ دَ سورة الفاتحے اؤ دَ سورت پهٔ مينځ کښې بسم الله وئيل سنت نهٔ دي کهٔ سري مونځ وي نو هم اؤ هم دا صحيح ده۔ خو مکروه بالاتفاق نهٔ دي بلکه دَ سورت دَ شورو کولو نه مخکښې پهٔ رو اواز سره وئیل مستحب دي کهٔ مونځ جهري وي نو هم۔ البته کهٔ سورت دَ شورو نه نهٔ وا ئي بلکه چرته دَ مينځ نه ېٔ وا ئي نو دَ هغې نه مخکښې بسم الله و ئيل پهٔ اتفاق سره سنت نهٔ دي ( دا دَ الحمد اؤ سورت پهٔ مينځ کښې دَ بسم الله و ئيلو مسئلے وے) دَ بسم الله نه پس دې اَلحَمدُ تر ”وَلَا الضَّاؔلِینَ “ پورې وُوائی کهٔ امام وي يا يواذې مونځ کوي اؤ کهٔ مقتدي وي نو نهٔ دې وا ئي اؤ چې کله سورت فاتحه پوره کړي نو پهٔ رو اواز دې امين ووا ئي کهٔ يواځې مونځ کولو واله وي اؤ کهٔ امام وي يا داسې مقتدي وي چې قرات اوري اؤ پهٔ دې اتفاق دے چې آمين و ئيل دَ مانځهٔ جز نهٔ دے۔ ددې معنيٰ ده يا الله زمونږ دعاګانې قبولې کړے۔ پهٔ امين کښې دوه لغتونه دي مدّ سره هم اؤ قصر سره هم دَدې دَ تلفظ نهه صورتونه دي چې پکښې پهٔ دې پنځو صورتونو کښې مونځ نهٔ فاسد کيږي

    1. آمين دَ الف پهٔ مدّ سره و ئيل سنت دي
    2. قصر سره يعني امين
    3. امالے سره يعني ايمين داسې هم جا ئز دے اؤ سنت اداء شي خو افضل نه دي
    4. دَ الف مدّ اؤ دَ ميم تشديد سره و ئيل يعني آمّين
    5. دَ الف مدّ اؤ دَ ي حذف يعني آمِن ( پهٔ آمِن اؤ آمّين سنت نهٔ اداء کيږي خو مونځ هم نهٔ فاسد کيږي ځکه چې دا الفاظ پهٔ قران کښې موجود دي)

    پهٔ څلورو صورتونو کښې مونځ فاسد کيږي
    1. الف مقصوره مع تشديد ميم يعني اَمِّن
    2. الف مقصوره مع حذف ي يعني اَمِن
    3. تشديد ميم مع حذف ي يعني اَمِّن
    4. الف مقصوره و ميم مقصوره مع حذف ي يعني اَمِّن ( دا څلور واړه لفظونه قران کښې نشته پهٔ دې وجه مونځ فاسد شو )

    کهٔ مقتدي پهٔ سرّي مونځ يعني ماسپښين يا مازيګر کښې دَ امام نه ولا الضالين واوري نو بعضې مشا ئخو و ئيلي دي چې آمين دې نهٔ وا ئي ځکه چې دَ هغهٔ دَ جهر اعتبار نشته اؤ بعضو و ئيلي دي چې آمين دې ووائي ۔ کهٔ دَ جمعے يا اخترونو پهٔ مونځ کښې يا پهٔ بل داسې مونځ کښې چې جمع پکښې ګڼه وي کهٔ مقتدي دَ امام آمين نهٔ اوري خو کوم مقتديان چې امام سره نزدې وي دَ هغوي آمين واوري نو بعضو ليکلي دي چې آمين دې ووائي۔
    بيا کهٔ امام وي يا يواځې مونځ کوي نو يو سورت يا يو لوېٔ ايت يا درے واړه ايتونه دې تلاوت کړي چې واجب قرات اداء شي اؤ قرات دې پهٔ مسنون طريقه سره وکړي چې تنزيهي کراهت هم لرے شي۔ دَ مسنون قرات بيان وړاندې راروان دے۔ قرات دې پهٔ تسلۍ سره اؤ پهٔ ارام ارام وکړي بيړه دې نهٔ کوي۔ کهٔ مقتدي وي نو دَ ثنا نه پس دې چپ ودريږي تعوذ تسميه اؤ سورت فاتحه دې نهٔ وائي
    دَ قرات نه پس دې اللهُ اکبر وَینا سره رکوع ته ټیټ شي تکبير اؤ ټيټيدل دې يو ځاۓ شورو کړي اؤ يو ځاۓ دې ختم کړي اؤ دواړه يو ځاۓ ساتلو دپاره دې دَ الله لام وږود يا لنډ وساتي دَ اکبر ب يا بل حرف دې وږدوي يا لنډوي نه۔ اؤ دَ اعتماد خبره دا ده چې الله اکبر پوره کولو سره دې رکوع ته لاړ شي دَ الله اکبر څهٔ حرف يا کلمه دې دَ رکوع پهٔ حالت کښې نهٔ وا ئي بعضو ليکلي دي چې پهٔ دې کښې څهٔ حرج نشته خو دا قول ضعيف اؤ بے اعتماده دے۔امام دې دَ رکوع اؤ سجدے تکبيرونه پهٔ جهر سره وا ئي اؤ پهٔ هر تکبير کښې دې دَ اکبر پهٔ ر باندې جزم کوي۔ پهٔ رکوع کښې دې درے ځله یا پنځه یا اُووه ځله ”سُبحَانَ رَبیَ العَظِیمِ“ وُوائی سړي دې لاسونه نیغ ساتي چې څنګلې ېٔ دَ بدن نه لرے وي۔ اؤ زنګونونه دې پهٔ دواړو لاسو کلک وُنیسي۔ دَ لاسونو ګوتے دې دَ یو بل سره یو ځاېٔ کړي۔ بیا دې ” سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ “ و ئيلو سره سَر پورته کړي اؤ ”رَبَّنَا وَ لَکَٔ الحَمدُ“ دې وُوائی۔ چې ښهٔ نیغ شي ملا ېٔ نیغه شي نو بیا دې ”اللهُ اکبر“ وُوائی اؤ پهٔ سجده دې پریوځي۔ پهٔ زمکه دې وړومبې زنګونونه کیږدي بیا دواړه لاسونه خو ګوتې دې یَو بل سره یوځاېٔ کړي۔ اؤ بیا دې دَ لاسونو پهٔ مینځ کښې سر کیږدي۔ سړي دې څنګلې دَ زمکې نه وچتې وساتي، اؤ مټې دَ اَړخونو نه جُدا، اؤ خیټه دَ پتونونو نه بیرته چې هر اندام ېٔ یو بل نه جُدا جُدا وي اؤ ښځې دې څنګلې پهٔ زمکه کیږدي، خیټه دې پتونونو سره اؤ مټې دې اړخونو سره وُجنګوي، چې هر اندام ېٔ د یو بل سره پیوست وي۔ پهٔ سجده کښې دې تندې اؤ پوزه دواړه پهٔ زمکه وُلګَوي۔ درې ځله یا پنځه یا اووهٔ ځله دې ”سُبحَان رَبّیَ الاَعلیٰ“ وُوائی اؤ بیا دې اَللهُ اَکبَر وُوائی چې ښهٔ پهٔ ارام کښیني نو دوباره اللهُ اکبر وېنا سره دې بيا هم دغه شان سجده وکړي بيا دَ اَللهُ اکبر وَینا سره دې دویم رکعت ته ودریږي۔ پاسیدو کښې دې وړومبې سر پورته کړي۔بیا لاسونه،بیا زنګونونه اؤ پهٔ پاسیدو کښې دې پهٔ زمکه پهٔ لاس تکیه نه لګوي۔بیا دې بسم الله، اَلحمدلله،اؤ یو سورة ووائی۔اؤ هم دغه شان دې دویم رکعت وکړي۔ چې دَ دویم رکعت دَ دویمې سجدې نه پورته شي نو سړي دې ښۍ پښې ګوتے پهٔ زمکه کيږدي اؤ پونده دې ودروي اؤ دَ ګسے پښې پنجې پورته حصه دې پهٔ زمکه ولګوي اؤ دَ تلي دپاڅه دې کښيني اؤ ښځې دې دواړه پنجې ښي اړخ ته وُباسي اؤ ګس اړخ دې پهٔ زمکه ولګوي۔دواړه لاسونه دې پهٔ پتونونو باندې کیږدي اؤ ګوتې دې دَ یو بل سره یو ځاېٔ کړي۔ بیا دې اَلتَّحِیَّاتُ لِلهِ وَالصَّلَوات وَالطَّیِبَاتُ السَّلامُ عَلَیکَٔ اَیُّهَاالنَّبِیُّ وَرَحمَةُاللهِ وَبَرَکَاتُه اَلسَّلَامُ عَلَینَا وَعَلٰی عِبَادِللهِ الصَّالِحِین اَشهَدُ اَن لَّا اِلٰهَ اَلَّا اللهُ وَ اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًاعَبدُهُ وَرَسُولُهُ“ وُلولې۔ چې لَااِلٰهَ ته اورسی نو ښې لاس دې راغونډ کړي۔ دَ مینځې ګوتې اؤ کټې نه دې حلقه جوړه کړي اؤ شهادت ګوته دې وچته کړي۔ دَ اِلَّااللهُ وینا پهٔ وخت دې ېٔ راټیټه کړي اؤ بیا دې تر سلام ګرځولو پورې دا حلقه هم دغه شان وُساتي۔ کهٔ مونځ څلور رکعته وي نو ددې نه دې زیات څهٔ نه وائی ”اَللهُ اکبرُ“ دې وُوائی اؤ دریم رکعت ته دې پورته شي اؤ دوه رکعته دې نور هم پهٔ دغه طریقه وکړي خو دَ فرض مونځ پهٔ وروستو دوؤ رکعتونو کښې دَ اَلحَمدُ نه پس سورت نه شي وئیلې اؤ دَ سنتو اؤ نفلو پهٔ وروستو دوؤ رکعتونو کښې لکه دَ وړومبو پهٔ شان دَ اَلحَمدُ نه پس به سورت وئیلې شي۔ چې پهٔ څلورم رکعت کښینې التَّحِیَّاتُ وُوائی نو ورپسې دې دا درود وُوائی
    اَللّٰهُمَّ صَّلِ عَلیٰ مُحَمَّدِ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدِ کَمَا صَلَّیتَ عَلیٰ اِبرَاهِیمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبراهِیمَ اِنَّکَٔ حَمِید مَجِید اَللّٰهُمَّ بَارِکٔ عَلیٰ مُحَمَّد وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّد کَمَا بَارَکتَ عَلیٰ اِبرَاهِیمَ وَ عَلَی اٰلِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَٔ حَمِید مَّجِید ۔
    اؤ پهٔ درود پسې دې دا دُعا وُوائی۔ ”رَبَّنَا اٰتِنَا فِی الدُّنیَا حَسَنَةً وَّ فِی الاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ“ یا دې دا دُعا وُوائی ” اَللّٰهُمَّ اغفِرلِی وَلِوَالِدَیَّ وَ لِجَمِیعِ المُؤُمِنِینَ وَالمُؤُمِنَاتِ وَلمُسلِمِینَ وَالمُسلِمَات اَلْاَحیَأُمِنهُم وَالْاَمْوَاتِ اِنَّکَٔ مُجِیبُ الدَّعواَتِ یَارَافِعُ الدَّرَجَاتِ وَ یَاقَاضِیَ الحَاجَاتِ بِرَحمَتِکَٔ یَا اَرحَمَ الرَّاحِمِینَ “۔
    یابله داسې دُعا چې پهٔ قُران یا حدیث کښې راغلې وي۔ بیا دې ښي طرف ته سلام وګرزوي اؤ داسې دې ووائي اَلسَّلَامُ عَلَیکُم وَرَحمَةُ اللهِ بیا ګس طرف ته هم دغه شان پهٔ سلام ګرزولو کښې دې دَ هغې طرف مونځګذارو اؤ فرښتو ته دَ سلام نیت وُکړي۔دا دَ مانځه کولو پوره طریقه ده خو پهٔ دې کښې ځنې څیزونه فرض دي کهٔ پهٔ هغې کښې یو هم پاتې شي نو مونځ نه کیږي۔ کهٔ پهٔ هیره پاتې شي کهٔ پهٔ قصد دَ دواړو یو حکم دے۔ اؤ بعضې څیزونه واجب دي، هغهٔ کهٔ پهٔ قصد پریښوې شي نو مونځ به ېٔ نیمګړې او خراب شي دوباره کول ېٔ ضروي دي کهٔ دوباره ېٔ ونهٔ کړي نو هم فرض به ېٔ وُشي خو ګناه ده۔ اؤ کهٔ پهٔ هیره پاتې وي نو پهٔ سجدهٔ سهو کولو باندې به ېٔ مونځ پوره شي اؤ بعضې کارونه سنت اؤ مستحب دي۔ ددې پهٔ پاتې کیدو مونځ نه خرابیږې خو دَ کولو ېٔ ډیر ثواب دے۔

    نوټ : دا ويب پاڼه جوړيګي لوستونکي دې دعا کوي چې الله تعاليٰ ېٔ زر سر ته ورسوي او دا دَ خپلې رضا ذريعه جوړه کړي