زمونږ چاپ شوي کتابونه

دَ مينې شاهراه

دَ مضمونونو فهرست

پرانزئ / بند کړئ

بسم الله الرحمٰن الرحيم

دَ مينې شاهراه

مجموعه دَ کلام

دَ سيد شبير احمد کاکا خيل

ډپټي چيف انجنئر ريټائرډ

مسترشد دَحضرت مولانا محمد اشرف سليماني ؒ

خليفه مجاز

دَ حضرت صوفي محمد اقبال ؒ

دَ حضرت سيد تنظيم الحق حليمي صاحبْؒ

دَ حضرت ډاکټر فدا محمد صاحب مد ظله

دَ حضرت مولانا عبد الرحمءن صديقي مد ظله

دَ حضرت سيد مياڼ بشير کاکاخيل ؒ

اؤ دَ حضرت مولانا عبد الغفار صاحب مد ظله

شعبه نشر و اشاعت

خانقاه امداديه C-B 1991/1 ګلي نمبر 4 ،نزد جامع مسجد سیدنا اميرحمزهؓ ، الله آباد ويسټرج ، راولپنډي

فون۔ 03215289274

انتساب

دَ خپل شيخ

دَ حضرت مولانا محمد اشرف سليمانيؒ

پهٔ نوم

چې دَ چا چشتيه مسلک بالکل ظاهر ؤ اؤ دَ هغوی نه دَ بيعت نه پس چې کوم وړومبے څيز حاصل شوے ؤ هغه دا ؤ چې دَ موسيقۍ نه مې شديد نفرت شو ، تر دې چې دَ موسيقۍ په وجه به مې پهٔ سر درد شو ۔ دا کلام دَ هغوی فيض دے چا چې ما احقر ته دا دعا کړي وه چې الله تعالیٰ دې تاته دَ ښهٔ ويیٔلو توفيق درکړي۔ الله دې دَ حضرت پهٔ مرقد پر انوار کروړها رحمتونه نازلوي۔آمين ثم آمين۔

تقريظ دَ حاجي عبد المنان مد ظله

نحمدہ و نصلی علی رسولہ الکریم۔اما بعد۔فاعوذ باللہ من الشیطٰن الرجیم۔ بسم اللہ الرحمٰن الرحیم۔و الذین آمنوا اشد حبا للہ ۔

پهٔ دې کښې الله تعالیٰ دَ مؤمنانو دَ يو خاص صفت ذکر کړے دے ۔هغه دا چې دَ مؤمنانودَ الله تعالیٰ سره ډېر زيات محبت وي۔دَ الله پاک حق اؤ محبت کهٔ پهٔ يو لفظ کښې بيان کول وي نو دې ته عشق وئيلے شي۔يعني دَ الله تعالیٰ سره دَ هغهٔ دَ رسول سره دومره محبت شي چې دَ خپل ځان نه ، دَ اولاد نه ، دَ والدين نه بلکې دَ هر چا نه زيات وي۔دغه مقصود دے دَ اسلام،چې دومره زيات محبت وي۔اؤ دَ حج سفر خو دے دَ عشق سفر۔حج يو تکميلي رکن دے۔حضور دَ ټولو مرحلو نه چې صحابه کرام تېر کړل نو دَدې آخري رکن حج پهٔ ذريعه یٔی دَ عشق کمال ته دَدوی رسولو نه پس دَدې دنيا نه سفر وکړو۔

زمونږه خوږ دوست چې دَ خپلې سلسلې ډېر خدمت کوي، يعني برادر شبير احمد سلمه الله تعالیٰ ۔الله تعالیٰ دې دَدوی عمر کښې برکت واچوي اؤ زمونږ دَ اکابرو تعليماتو اشاعت دَ پاره چې عين دَ عشق تعليمات دي دَ نورو خورولو ذريعه ؤګرځۍ۔ دوئي پهٔ ښه محبت سره خپل کتاب شاهرهِ محبت کښې دَدې سفر داستان پهٔ نثر اؤ شعر کښې قلمبند کړو۔دَ سفر دَ شروع نه واخلې تر مدينې منورې سفره پورې۔ماشاء الله دَدې پهٔ لوستو يو خاص کيفيت محسوسيږي۔دَ نثر سره سره،شعر و شاعرۍسره دَ عاشقانو خاص مناسبت وي۔دَ داسې عاشقانو د پاره الحمد لله ډېر مفيد دے۔دَ زړۂ نه دعا کوم چې الله تعالیٰ دې کتاب ته قبوليت عام و تام ورکړي۔

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين۔

عبد المنان عفی عنہ

مقام ابو حنیفہ۔مسجد حرم مکہ مکرمہ

بمطابق ۱۵ نومبر ۲۰۱۲

۳۰ ذی الحج۔۱۴۳۳ ھ

تقريظ دَ پروفيسر سيد محمود ظفر

بسم الله تعالیٰ

زمونږ بزرګانو علماؤ چي کله دَ “حسن” “احسن” او“حسين” معنیٰ په خپلو سپيځلو تحريراتو کښي کړي ده نو دَ “ښکلي” اؤ “ښايسته” پهٔ توری ئې نه ده راوړی بلکي دَ “ښهٔ” په توری ئې دا معنٰي ښکاره کړي ده۔ دَ محترم شبير احمد کاکاخيل صاحب کتابونه ما ته زما زوی په دے غرض راؤړی وو چي زهً ئې املا صحيح کړم اؤ دا اجازت ئې راته هم دَ شبير احمد صاحب له طرفه راکړے ؤ چي کهٔ پهً اشعارو کښي څهً اصلاح پکار وی نو هم کولے شی ۔ ما املا صحيح کړه خو پهً اشعارو کښي دَ اصلاح ضرورت مي محسوس نهً کړلو۔، ولي چي کهً دَ شاعرۍ دَخوند او مزي پهً نظر ورته ګوري نو پکار ده چي رد و بدل پکښي وشی خو دَکوم لوړ ا ؤ عظيم مقصد دپاره چي دا اشعا ر ليکلی شوی دی چي زړونو کښي دي ورسره دَ“الله” اؤ دَ رسول کريمﷺ سره دَ ميني څړيکي راپورته شی نو دَ مقصد ځلا ورسره دَ شاعرۍ ښايًست هم شريک کړے دے۔اوً زما يقين دے چي څوک دَ لوړ اوً مقصدی شاعرۍ خوند اخستل غواړی نو هغه خوند پهً “دَ مينې شاهراه” کښي موجود دے۔

خبره دَ خپل زړهً دَ اندروني څړيکي ده اؤ ځکه زهً دَ شبير احمد کاکاخيل صاحب شاعرۍ ته دَ “ښکلي” اؤ “ښايًسته” نه زياته “ښهً” شاعري وايم لکه دَ رحمان بابا کلام چې دے۔ اؤ يقين مي دے چي لوستونکی به زما دي رايً سره اتفاق وکړی ولي چې دَ ډېر نيک اؤ لوړ مقصد دپاره شوي ده۔الله تعالیٰ دي شبير احمد کاکا خيل صاحب ته ژوند اؤ توان ورکړی چي دا سپيځلے تحريک جاری وساتي۔

سيد محمود ظفر

۲۹ ستمبر ۲۰۱۳

اللہ آباد پنډۍ

تقريظ دَ پروفيسر عنوان الدين کاکا خيل

کهٔ رڼا ده پيروي دَ محمدﷺ ده

پهٔ پښتو ژبه دَ روښاني مذهبي ، ديني اؤ صوفيانه ادب ډېر لرغني دي۔اؤ دَ صوفيانه کلام ډېرې درنې پنګې دَ پښتو ادب ډېر ارزښتناک کړے دے۔ دا دَدې خبرې ثبوت دے چې پښتون قام من حيث القوم پهٔ رضا و رغبت ، مينه اؤ خوشحالۍ اسلام خپل کړے اؤ قبول کړے دے۔ ځکه اوس هم پښتانهٔ پهٔ اسلام ډېر مين دي۔ دَ خدایٔ تعالیٰ جل جلاله اؤ دَ رسول پاک ﷺ سره دَ مينې جذبه ئی تل تر و تازه توانه اؤ تانده ده۔پهٔ دې منطقه کښې اسلام دَ صوفياؤ کرامو دَ عملي ژوند دَ نمونو اؤ تعليماتو دَ رڼا پهٔ برکت خور شوے دے ۔ پهٔ دې سلسله کښې دَ صوفياؤ کرامو ، مشایٔخ عظام اؤ علماېٔ دين دَ کوششونو سره دَ شعراءِ کرام هلې ځلې هم دَ ذکر اؤ ستایٔنې وړ دي۔

دَ پښتو کلاسيکي ادب تر ډېره حده پهٔ صوفيانه بنيادونو اډاڼه لري۔بلکې تنقيد نګاران ئې پهٔ لويو لويو ادبي تحريکاتو حسابوي۔دَ سليمان ماکو دَ تذکرة الاولياء نه راواخلې دَ اخوند درويزه بابا ، دَ خوشحال خان اؤ رحمان بابا سبکونه ، دَ محمدي صاحب چې دَ سوکنو دَ مياڼ عمر صاحب دَ لوئے ګدۍ اؤ خانقاه وارث ؤ دَ علم اؤ عرفان ، سلوک اؤ تصوف دا وږدې سلسلې کړۍ په کړۍ رارسيدلي دي اؤ لا پهٔ مخه روانې دي۔ددې غټو غټو سلسلو نه علاوه دَ پښتو عامو شاعرانو کښې هم دَ پخوا نه دا روايت راروان دے چې دَ خپل کلام اؤ کتاب ابتدا دَ باري تعالې دَّ حمد ورپسې دَ نعت شريف نه کوي اؤ بعضې کسان دَ تبرک دَ پاره دَ خپل پير منقبت هم په دې قطار کښې ځايوي۔کهٔ يو خوا اولسي شاعرانو دَ شاعرۍ په هر صنف کښې دَّ حمد باري تعالیٰ ، نعتونو اؤ منقبتونو تجرئې کړي دي نو بل خوا دَ جديد دور دَ پښتو شاعرانو هم دا روايت برقرا ر ساتلے دے۔

دې خاورې ډېر نامتو نعت ګو شاعران اؤ خوش اوازه نعت خوانان ځيږولي دي چې دَ تفصيلي ذکر ئې دا موقع نهٔ ده۔ پهٔ داسې نوموړو کسانو کښې يو دروند شخصيت سيد شبير احمد کاکاخيل هم دے چې دل بہ يار و دست بہ کار ئې دَ ژوندانهٔ لار ده۔ دو پهٔ لږه موده کښې په اردو کښې دَ ايمان افروز ايمان پهٔ ژبه شاهراهِ محبت اؤ پيغامِ محبت غوندې دوه شاهکار کتابونه چاپ کړي دي اؤ دَ نورو ليکلو اراده ئې ده۔ دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دَ خپلې صایٔئې اؤ ايمانانه رایٔ مطابق هغو خپلو ماشومانو تهٔ وییٔلي دي چې بهر دَ ضرورت مطابق چې هره ژبه وایَیٔ خو پهٔ کور کښې دننه به پښتو وایَیٔ۔کهٔ داسې نهٔ وي نو دا به دَ پښتو ژئې سره ئې وفایٔی وي۔

زهٔ اکثر دا خبره کوم چې پښتو دَ الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ دَ رسول پهٔ مينه مست قام ژبه ده ځکه دَ دې دَ ارتقا اؤ ترويج دَ پاره غيبي لارې چارې پرانستے شي۔داسې درانهٔ اؤ سپيځلي شخصيتونه پيدا شي چې دَ هغویٔ ئې لوثه هلې ځلې دَ پښتو ژئې دَ ترقۍ اؤ ودې باعث وګرځي۔

سيد شبير احمد کاکاخيل صاحب وایٔی چې ما پهٔ اردو کښې دوه شعري مجموعې شاهراهِ محبت اؤ پيعامِ محبت چاپ کړو نو يوه ورځ مې زړهٔ ته خيال راغلهٔ چې زهٔ خپلو بچو ته خو دَ پښتو ژئې سره دَ وفادارۍ تلقين کوم اؤ په خپلهٔ مې پهٔ پښتو کښې لا يو کتاب هم نهٔ دے چاپ کړے۔ دا دَمورنۍ ژئې سره ئې وفایٔ نهٔ ده؟ دا دَ شاه صاحب هغه تاريخي اعتراف دے چې پښتو ژبه به پرې مدام وياړ کوي ۔ دَ پښتو دَ ادب په تاريخ کښې به تل روښانه اؤ معتبره حواله ګڼلے شي۔ بلکي پهٔ زرزري ټيکو کښې دَ ليک جوګه حواله ده۔

کاکاخيل صاحب وایٔی چې دَ دې احساس بيداريدو سره ما سمدستي اراده وکړه چې هم پهٔ دې نومونو هم دَدې شعرونو پهٔ رڼا کښې به پهٔ پښتو کښې کتابونه ليکم ۔ الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ نيکه اراده کښې برکت واچولو اؤ شاه صاحب پهٔ دې کار کښې بريالے شو۔"دَ مينې شاهراه "اؤ "دَ مينې پېغام" په نومونو ئې دوه کتابونه وليکل اؤ دَ دواړو کمپوز شده نسخې زما مخښې تهٔ پرتې دي۔ ډېر زر به ان شاء الله دا دواړه چاپ شي۔ ډېرو سترو اؤ لويو شاعرانو دا اعتراف څهٔ چې اقرار کړے دے چې زمونږ شاعري دَ يو پيغام دَ رسؤلو ذريعه ده ۔ علامه اقبال خو ډېر ښکلے مثال ورکړے دے ۔

سوۓ منزل می کشم ناقۂ بے مہار را

چې دَ شاعرۍ په ذريعه خپل قام منزل طرف ته راکاږم

بعينه دغه مطلب اؤ مقصد اؤ مدعا دَ ښاغلي شبير احمد صاحب هم ده چې دَ شاعرۍ پهٔ قالب کښې پيغام خپل قام تهٔ ، مسلمانانو تهٔ ، يا دنيا تهٔ رسول غواړي۔

دَ شبير احمد صاحب پيغام څهٔ دے؟ دا هم هغه پيغام دے چې دَ زرګونو کالو راسې پهٔ مختلفو وختونو کښې پيغمبران انبياء کرام ، اولياء الله ، پيرانِ عظام ، علمایِٔ دين ،فلسفيان اؤ شاعران دَ انسانيت دَ خير ښيګړې دَ پاره انسانانو تهٔ رسول غواړي۔دا هغهٔ حق ، رښتونے اؤ ابدي پيغام دے چې دَ قران پاک دَ تعليماتو اؤ دَ حضور ﷺ دَ اسوه حسنه پهٔ شکل دَ نني دور دَ انسانانو دَ جملوؤ اخلاقي ،سماجي ، خرابيو ، ذهني رنځونو ، مادي ضرورتونو يو شافي اؤ جامع حل دے۔

۔ دَ موصوف دَ شاعرۍ تنه بوده کهٔ هغه" دَ مينې شاهراه " دے اؤ کهٔ " دَ مينې پيغام "هم دَ دې پاکې سپيځلې افاقی اؤ الوهی مينې نه وودلې شوې ده۔دا دَ رڼا اؤ نور هغه پلوشې دی چې دَ کومو پهٔ حقله رحمان بابا وا یٔ چې !

کهٔ رڼا ده پيروي دَ محمد ﷺ ده

داسې شاعرۍ نه ځيګيدلې پيغامونه دَ انوارو اؤ تجلياتو پهٔ شکل کښې دَ شاعر په روښانه ذهن دَ ملکوتی حسن دَ پرخې پونه وروی اؤ شاعر دَ راپاريدلی قلبی وارداتو لهٔ کبله دَ جذب او انجذاب دَ پُر کيفه لمحاتو پهٔ بهير کښې لستونکي ځان سره پهٔ دې سرور کښې شريکؤل غواړی۔ دغه بهير دَ دين محمدی ﷺ پيروی ده۔

دَ پيغام محبت شاعری مونږ نهٔ دَ شعر پهٔ فنی پيمانوځيرلې شو اؤ نهٔ ئې دَ تنقيد پهٔ زرکاڼی سنجولې شو۔ دَ دې دوه وجهې دی۔ يو خو" دَ مينې پيغام " شاعری عامه شاعری نهٔ ده بلکې دَ يو لافانی، ابدی اؤ افاقی پيغام دَ خورؤلو ذريعه ده۔ چې زيات تعلق ئې دَ قلبی وارداتو څخه دے۔بل دا دَ اردو شعر من و عن ترجمه نهٔ ده بلکې دَ پښتو جامې وراغستولې شوي دي۔ پهٔ حالاتوکښې خامخا لرے برے راځی۔ دلته به دَ شاعر نيت پهٔ نظر کښې ساتل پکار وي، فنی باريکی اؤ نزاکتونه نه۔

خو لکه څنګه چې دَ شاه صاحب نيکې ارادې اؤ سپيځلي مقصدونه دَ کاميابۍ منزلونه غوڅوي دغه شان پهٔ مبارکه اؤ بختوره سلسله کښې هم خوش بختانه شبير احمد صاحب دَ يو دروند علمي اؤ ادبي شخصيت پروفيسر سيد محمود ظفر صاحب ملا تړ حاصل شو۔ هغوی په دې سلسله کښې رسا فکر، ژور نظر اؤ تيز ذهن لری۔ پخپله هم صاحب طرز اديب اؤ دَ ښکاره مقام څښتن شاعر دے۔ پهٔ دې مجموعه ئې نظر اچولې دے۔ يوئې نوې املا ته برابر کړے ده۔ بل ډېر ابيات چې نيمګړي ليکلي شوي وو هغه ئې برابر کړي دی۔شايد چې دا نيمګړتيا دَ اصل مسودې دَ نقل کونکي لهٔ کبله وه۔

هسې خو دَ موضوع پهٔ لحاظ دا شعری مجموعه دَ لعل و جواهرو لړۍ اؤ خشبويه ګلونو ګل دسته ده۔ خو دَ ځنو شعرونو پهٔ خوند کښې تاسو هم ځان سره شريکوم۔

دادے دَ حرم فيض چې هر طرف ئې نور خوريږي

وريځې سمندر نهٔ دَ رحمت قطار قطار دي

دا زړونه بدلوي ځکه راغلي ورته ټول دي

دَ مينې دَ دنيا سره چې زړونه کوم بيمار دي

دَ کعبې صحبت څهٔ دا رنګ بيانیٔ!

رحمتونه لهٔ کعبې راباندې سم دي

دے دا کور دَ رحمتونو سمندر

چکرونه په ظاهر شي ترې وهلے

پهٔ باطن کښې دا څهٔ بل ښکاري چکر

يا دَکعبې عظمت پهٔ باره کښې دا !

ډک دَ نور يو سمندر دے دا کعبه

حقيقت نه ئې هيڅ څوک نهٔ دي آګاه

ده دنيا وته نقطه يو دَ وحدت

ټول عالم دَپاره داده سجده ګاه

دَ حاجيانو صاحبانو دَ کعبې سره دَ محبت دا ننداره ښایٔی !

لهٔ کعبې ځنې تاويږي خپل خپل رنګ کښې

بس دَ يو پهٔ خيال کښې ډوب دي سرګردان دي

دَدې کور سره چې داسې مينه کيږي

سوزي ځان سره چې کوم ئې دښمنان دي

ډوب کړه ځان تهٔ دَ کعبې پهٔ نظاره کښې

اے شبيره دې کښې نښې دَ جانان دي

دَ خانه کغئې نه دَ تللو غم اؤ په روضٔه اقدس دَ حاضرۍ خوشحالي څهٔ داسې جمع کوي۔

لهٔ کعبې جدا کيدل دي هم مې زړۂ کښې مدينه ده

هم ژړيږم هم مې شوق دے داخبره عجيبه ده

اؤ دَ مدينې دَ لارې ليکلے دا لافاني شعر!

پهٔ تلو تلو کښې پهٔ سړک غواړم چې ښکل کړم

چې ليکلي پهٔ کوم بورډ دي مدينه

دَ مدينې دَ لارې دَ شاعرۍ پهٔ باره کښې!

اے قلمه ستړے نهٔ شې خيال ساته نن دَ شبير

دي پهٔ خولهٔ کښې ئې اشعار دے سفر دَ مدينې

دَ حاضرۍ جذبات په ٔ دې طريقه بيانوي۔

بل صورت کله ښودلے شمه دلته

دَ ښودلو دلته کښې مې صورت نشته

چرته دا عالم اؤ چرته شبير خاورې

چې دَدې اؤ دَ هغې څهٔ نسبت نشته

بعضې خلق چې دَ الله دَ محبت اؤ دَ رسول ﷺ دَ امت په مينځ کښې حيران وي دَ هغوی دَ پاره دا کافي دے۔

خدایٔ دا غواړي چې درود پهٔ مصطفےٰ وئيلے کيږي

شو دََ خدایٔ پهٔ ذکر مست مونږ، دَ نبي خوښه ده دا

الله غواړي چې پهٔ لار دَ محمدﷺ باندې روان شو

اؤ په خولهٔ دَ محمد دي لا اله الا الله

دَ حضور ﷺ دَ محبت رنګ داسې هم بيانوي!

دے څومره لوئې نعمت دَمحبت دَ پاک رسول

دے څومره ضروري متابعت دَ پاک رسول

دا پياوړې روحانی شخصيت دَ علم و عرفان، سلوک اؤ تصوف دَ علم بردارې روحانی سلسلو دَ کاکا خيلو مياګانو پهٔ درنه علمی کورنۍ کښې دَ صوابیٔ ضلعې پهٔ مشهور کلي جهانګيری کښې پيدا شوے دے اؤ دَ سيد علی شاه ځوئے دے۔ دَ پيدایٔش تاريخ ئې 24 اپريل 1954 دے۔ ابتدایٔ تعليم ئې خپل کلی کښې حاصل کړے دے۔ايف۔ايس۔سی ئې دَ اسلاميه کالج پيښور نه کړي ده اؤ بی۔ايس۔سی ئې ميکنيکل انجنئرنګ کښې پهٔ امتيازی حيثيت سره دَپيښور يونيورسټۍ نهٔ کړي ده ۔ پهٔ انجنیٔرنګ کښې دَ کمپيوټر په استعمال ئې تحقيق په جرمني کښې پهٔ کارلسروهے يونيورسټۍ کښې دَ مشهور پروفيسر شناک په سرپرستۍ کښې کړے دے۔نن سبا پهَٔ اټامک انرجی کميشن کښې دَ ډپټی چيف انجينئر پهٔ عهده کار کوي۔

دَ ملازمت پهٔ دوران کښې پهٔ يورپ اؤ امريکا کښې پهٔ علمی سيمينارونو اؤ تعليمی کانفرنسونو کښې شرکت کړے دے۔ پهٔ اسلام، سائنس اؤ دينی امورو ئې تحقيقی مقالې اؤ کتابونه لکه فهم الميراث، ميراث کا آسان حساب ،فهم الفلکيات،فهم الرياضي ،کشف هلال وغيره ليکلې دي۔دَ تصوف پهٔ ميدان کښې ئې زبدة التصوف ،تصوف کا خلاصہ ، فهم التصوف ليکلي دي ۔ دَ دې نه علاوه وبپاڼه tazkia.org هم دَدوی پهٔ سرپرستۍ کښې دَ خانقاه امداديه نه مستقل چليږي ۔ پهٔ خانقاه امداديه کښې شاه صيب روزانه پهٔ مختلفو موضوعاتو درس ورکوي اؤ پهٔ دې کښې دَ خالي په ورځ دَ مثنوي شريف درس هم کيږي کوم چې دَ طريقِ جذب ترجمان دے ۔

شاه صاحب دَ اسلام دَ افاقی اؤ ابدی پيغام دَ خورولو دپاره هره لار خپله کړے ده۔ دَ ليک لوست نه علاوه دَ شاه صاحب بله غټه کارنامه ځائے پهٔ ځائے دَ خانقاه ګانو جوړول دی۔ لکه پنډۍالله آباد، جهانګيره، سخاکوټ ملاکنډ ايجنسی، لاهور، فيصل آباد اؤ کراچۍ کښې ئې دا روحانی مرکزونه قائم کړی دی۔دلته نهٔ صرف دَ حال و قال محفلونه، دَ ذکر و اذکار مجلسونه، دَ روحانی تربيتونو اؤ تزکيه نفس غنډې کيږی بلکې دَ اسلامي تعليماتو دَ درس و تدريس موثرې اؤ معتبرې ادارې هم دی۔ الله تعالیٰ دې دَ علم و عرفان دا سر چينې دغه شان تل تر تله روانې اؤ تاندې لری۔ چې دَ سلوک اؤ معرفت دَ لارې تنده غری پرې دغه شان سيرابيږی۔ امين۔

نننۍ نړۍ خونړۍ ده۔، دَ ظلم اؤ بربريت ښکار ده۔، دَ سړی خورګۍ اؤ استحصال دَ لاسه انسانيت پهٔ اور کښې ولاړ دے۔ زياتی خورګۍ اؤ زورګيرۍ دَ دنيا امن تالا ترغه کړے دے ۔ قامونه دَ امن پهٔ تلاش کښې سرګردانه اؤ پريشانه دی ۔ انسان پهٔ رنګ رنګ زنځوريو کښې اخته اؤ بلاګانو کښې ګېر دے ۔ دَ زړهٔ دَ اطمينان پهٔ لټون کښې دے۔ پهٔ داسې حالاتو کښې دَ مينې، ورور ولۍ اؤ دَ امن پيغام دَ شريعت محمدیﷺ پهٔ پيروۍ کښې پټ دے ،۔دَ کوم دَ خبرونې دپاره چې شاه صاحب شپه اؤ ورځ لګيا دے کار کوی۔ الله تعالیٰ دې وکړی چې دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دا ئې لوثه کوششونه دَ لوی الله پهٔ در کښې قبول شی چې دوی خپل مرام حاصل کړی۔ دا دې دَ دوی دپاره دَ دين دنيا توښه وګرځی۔ امين ۔ دا ګناه ګار اؤ پروفيسر سيد محمود ظفر دې هم پهٔ خپلو دعا ګانو کښې ياد لری۔تشکر کوم۔

پروفيسر مياں عنون الدین کاکا خیل

236 بی۔ شیخ ملتون مردان

18 اکتوبر ۲۰۱۳ بمطابق 13 ذوالحج 1434 ھ

سريزه

اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِینِِِِ۔اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمِ النَّبِیینَ۔

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ۔بِسْمِ اﷲِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشدُّ حُبًّا لِلهِ ۔

دَ مؤمنانودَ الله تعالیٰ سره ډېر زيات محبت وي۔اؤ کهٔ نهٔ وي نو پکار ده چې وي ۔ پس هره هغه ذريعه چې دَ الله تعالیٰ دَ محبت ذريعه جوړيدے شي دَ هغې استعمال به ضروري وي ۔حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله پهٔ دين باندې دَ عمل نهٔ کولو دوه وجې ښئيلي دي ۔يو هغه چې دَ طبعيت نه اثر اخلي مثلاً دَشهواتو محبت ،پهٔ نمونځ کښې سستی اؤ زکوٰة نهٔ ورکول وغيره ۔دويمه وجه۔ ئې پهٔ عقل دَ ضرورت نه زيات انحصار بيان کړي ده۔ دَ ؤړومبۍ دَ تدارک دَ پاره نمونځ روژه اؤ زکوٰة فرض شوے دے اؤدَ دويمې دَ پاره حج دَ حج پهٔ اعمالو کهٔ څوک نظر واچوي نو پته به ورته ولګي چې پهٔ دې کښې هغه اعمال کولے شي پهٔ کوم کښې چې ئې مهاره عقل باندې انحصار مات کړے شوے دے يا پکښې الله تعالیٰ دَ خپلو محبوبانو اعمال ايښي دي،کومو چې دَ الله د محبت پهٔ لار کښې عقل نهٔ دے خرانډ کړے ۔يعني پهٔ نورو الفاظو کښې دَ عقل دَ فيصله کن کردار نفي ئې کړي ده۔دَدې نه دا مطلب بالکل نهٔ دي اخستل پکار چې شريعت دَ عقل حوصله شکني کوي ۔ بلکې شريعت خو دَ شريعت دَ پاره دَ عقل استعمال ډېر ښهٔ ګڼي ۔ البته الله تعالیٰ دَ محبت نه چې بالکل فارغ کوم خلق وي اؤ هغه دَ شريعت پهٔ کارونو کښې چې کوم مزاحمت کوي نو دَ هغوئي دَ داسې حرکتونو اصلاح ضروري شي۔دغې ته پهٔ عقل غير ضروري انحصار وئيلے شي۔دَدې تدارک د حج پهٔ ذريعه کولے شي۔

دَ الله تعالیٰ محبت سره سره دَ الله تعالیٰ دَ محبوبانو دَ محبت هم حکم دے ۔ لکه څنګه چې حضور ارشاد فرمائلي دي چې پهٔ تاسو کښې دَ چا ايمان تر هغې کامليدے نهٔ شي تر څو چې ما دَ خپل اولادنه ،دَ والدينو نه،بلکې دَ ټولو خلقو نه زيات محبوب ؤنهٔ ګڼي۔ اؤ حضرت عمر ؓ ته ئې فرمائيلي وو تر څو چې ما دَ خپل ځان نه هم زيات محبوب ونهٔ ګڼې تر هغې ستاسو ايمان کامليدے نهٔ شي۔پس مونږ ته دَ هغو طريقو ضرورت هم کيدے شي چې پهٔ هغو دَ الله تعا لیٰ دَ محبو بانو محبت نصيب شي۔ پهٔ دغه طريقو کښې نعت اؤ منقبت ته اوچت مقام حاصل دے۔پهٔ دې کتاب کښې کهٔ يو طرف دَ حج د سفر نامې اؤ دَ حمد بار ي تعالیٰ دَ الله تعالیٰ محبت پهٔ زړۂ کښې دَ پيدا کولو کوشش شوے دے نو بل طرف ته نعت شريف پهٔ ذريعه دَ حضور دَ محبت دَ پيدا کولو کوشش هم شوے دے۔چرته چرته چې دَ نفس دَ اصلاح څهٔ صورتونه مخې ته راغلي دي دَ هغو نه هم کار اخستے شوے دے۔يعني دَ نفس اصلاح چې پهٔ خپله دَ حبِ الهٰي يو سفر دے ، هغه هم خاص طور باندې شامل کړے شوے دے۔نو دا کتاب ان شاء الله يوه شاهراه ده چې پهٔ دې باندې سفر سره بنده خپل مطلوب محبت ته رسيدے شي۔دَدې پهٔ وجه دَدې نوم دَ الله پهٔ توکل دَ مينې شاهراه کيدو۔دَالله تعالیٰ نه غواړو چې دا کتاب اسم بامسمیٰ شي۔آمين۔

پهٔ دې کښې چونکې دَ مثنوي پهٔ طرز سفر نامه ليکلي شوي ده نو دَدې پهٔ مينځ کښې چې دَ غزل اؤ نظم پهٔ صورت کښې حمد يا نعتيه کلام راغلے دے نو دا دواړه د يو بل نه بيلولو دَ پاره د مثنوي صفحې ښي اؤ ګس طرف ته ترتيب وار ې ليکلي شوي دي اؤ غزلونه اؤ نظمونه دَ صفحو پهٔ مينځ کښې۔ وړومبے زمونږ دا اراده وه چې دې دَ پاره جدا جدا رنګ استعمال کړو خو پهٔ دې خرچ زيات راتلو چې دَ هغې پهٔ وجه دَ طالبينو پهٔ جيب دَ زيات خرچ راتلو امکان ؤ نو دا فيصله مو بدله کړه الله تعالیٰ دې زمونږ دا کوشش قبول کړي اؤ کوم مقصد د پاره چې دا هر څهٔ کيږي هغه مقصد دې الله تعالیٰ به درجه اتم پوره کړي۔ دَدې پهٔ ابتدا کښې دَ حج عاشقانه طريقې باندې دَ کولو طريقه ورکړي شوي ده۔

پهٔ دې کال کښې د حج پهٔ دوران کښې چې کوم کلام موزون شوے ؤ هغه مو هم پهٔ آخر کښې ورکړے دے۔دې کښې بعضي کلام هلته پهٔ اردو کښې موزون شوے ؤ خو دلته هغه کيفيات مونږه پهٔ پښتو کښې هم موزون کړلو هغه هم پهٔ دې کښې شامل دي۔

رسم الخط مو پهٔ دې کتاب کښې پهٔ 1990 کښې دَ باړه ګلۍ پهٔ غونډه کښې دَ ټاکلي شوي ترتيب مطابق استعمال کړے دے۔البته چې کومې فيصلې پهٔ دې کښې نهٔ وې شوي هغو کښې مو دَ افغانستان دَ فيصلو نه استفاده کړي ده پهٔ شرط دَ دې چې زمونږ مقامي صوتي اثراتو سره مخالفت نهٔ لري۔

سيد شبير احمد کاکاخيل

دَ حج عاشقانه طريقه

دوه ترتيبه ۔ دوه ترتيبونه دي يو رحماني بل شيطاني۔رحماني ترتيب کښې عقل پهٔ جذباتو قابو ساتي اؤ پهٔ عقل شريعت حاکم وي۔دَدې نه برعکس پهٔ شيطاني ترتيب کښې جذبات عقل متاثر کړي اؤ پهٔ آفاقي تعليماتو کښې يعني شريعت کښې پهٔ تاويلونو سره دَ نفس دَ غلطو خواهشاتو دفاع کوي لکه څنګه چې دَ هر څهٔ نه آزاده غير مسلمه معاشره کښې وي۔ پهٔ دې کښې نفساني خواهشات پهٔ عقل دومره غالب کړے شي چې عقل صرف دَهغو خواهشاتو پوره کالو دَ پاره دَ لارو معلومولو ته وقف شي۔حديث شريف کښې داسې خلقو ته بيوقوف وئيلے شي۔لکه څنګه چې ارشاد مبارک دے۔ الكيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت والعاجز من اتبع نفسه هواها وتمنى على الله الأماني (ترمذی)۔دَدې مفهوم څهٔ داسې دے چې عقلمند هغه دے کوم چې خپل نفس قابو کړي اؤ دَ آخرت دَ پاره کار ؤکړي اؤ بيوقوف هغه دے کوم چې خپل نفس پهٔ خواهشاتو پوره کولو ؤلګولو اؤ بيا هم دَخدایٔ نه دَ توئې نه بغير دَ مغفرت اميد ساتي۔دَدې نه دا معلومه شوه چې کوم عقل چې دَ جذباتو نه مغلوب شي اؤ دَ شريعت خلاف ورزي وکړي هغه عقل نه بلکې ئې عقلي ده۔دداسې بيوقوفیٔ اصلاح ډېره زياته ضروري ده ځکه چې دا دَ عقل پهٔ جامه کښې ده۔کوم چې شرعي فرائض دي پهٔ هغو کښې دَ نمونځ روح عبديت ، دَ روژې تقویٰ دَ زکوٰة دَ مال محبت کمول اؤ دَ حج روح دغه منفي عقل پهٔ مثبت عقل کښې بدلول دي اؤ د عشق الهٰي حصول دے۔شاعر دَ عقل ايماني اؤ عقل نفساني تجزيه کښې واییٔ۔

چې لهٔ نفس نه اثر اخلي نو دے عقلِ نفساني

لهٔ ايمان چې منور شي نو شي عقلِ ايماني

نفساني عقل محدود به څهٔ شي پوې ايماني باندې

هر يو کار دَ هغهٔ دۂ ته دے باعثِ حيراني

ايماني عقل تعلق دَ زړۂ سره لري نو ځکه

پکار دۂ ته هميشه وي چې کوم زړۂ وي نوراني

چې دَ نفس تقاضې کومې ئې مهاره دي دَ هغو

دباؤل پکار دي ، دې کښې شي حاصله آساني

بيا پهٔ عقل به دَ نفس څهٔ غلبه نهٔ وي پهٔ هيڅ کار کښې

پاتې نهٔ به شي پهٔ عقل بيا دَ نفس حکمراني

مطمٔن نفس زړۂ سليم ،ايماني عقل سره بيا

شي نصيب پهٔ زمکه باندې خلافت اؤ سلطاني

خدایٔ راضي عقبیٰ محفوظه دَ جنت لاره هم سمه

ايماني عقل شبيره دے يو تخت سليماني

دَدې برني تمهيد نه پس دَدې وضاحت ضروري دے چې الله تعالیٰ انسان دَ خپل ځان دَ پاره پيدا کړے دے اؤ نور مخلوق ئې دَ انسان دَ پاره۔ اؤ دَ انسان پهٔ جسم کښې زړۂ بادشاه دے، دَدې پهٔ وجه چې دَ انسان دَ جسم بادشاه کله دَ مالک الملک اؤ حقيقي شهنشاه خادم شي نو دا ټول جسم به دَ حقيقي بادشاه تابع شي يعني پهٔ شريعت باندې به پهٔ صحيح معنو کښې روان شي ګني نو بيا به پوره جسم کښې فساد راشي اؤ دَ جسم ټول اعضاء به دَ شريعت مخالف روان وي۔ لکه څنګه چې پهٔ حديث شريف کښې دا ارشاد مبارک دے۔

ألا وإنَّ في الجَسَدِ مُضْغَةً إذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الجَسَدُ كُلُّهُ، وَإذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الجَسَدُ كُلُّهُ ألا وَهِي القَلْبُ ﴿رواہ البخاری۔

دَدې مفهوم دادے چې تاسو آګاه شیٔ چې بيشکه پهٔ دې جسم کښې دَ غوښې يوه ټوکړه ده کهٔ هغه ټيک وي نو ټول جسم به ټيک وي اؤ کهٔ هغه خرابه وي نو ټول جسم به خراب شي۔آګاه شیٔ دا ټکړه زړۂ دے۔

پهٔ قرآن پاک کښې دَ داسې خلقو تذکرې موجودې دي چې دَ چا پهٔ زړۂ کښې چې دَ الله تعالیٰ مينه موجزنه وه۔ پهٔ دې وجه چې کله هغویٔ پهٔ مختلفو موقعو وزمائيلے شو نو هغوی دَ خپلو نفسونو دَ خواهش خلاف دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم لبيک ووې اؤ ابدي کاميابي ئې حاصله کړه۔ پهٔ دې کښې دَ بعضو نازؤلو قربانيانې نهٔ صرف چې الله تعالیٰ قبولې وفرمائلې بلکې هغه ئې دَ راتلونکو نسلونو دَ پاره نمونې وګرځولې۔دغه شان دَدوئ کړي کارونه دَ حج پهٔ موقع باندې کولے شي ۔چې خلقو ته پته ولګي چې دَ الله تعالیٰ محبوبانو دَ الله پهٔ محبت کښې څنګه خپل ځانونه اؤ هر څهٔ قربان کړل۔دَ آدم عليه السلام پهٔ عرفات کښې دَ حوا بي بي سره ملاقات، دَ هاجرې بي بي دَ خپل ځویٔ پهٔ محبت کښې منډې وهل ، پهٔ منیٰ کښې دَ اسمٰعيل عليه السلام قربان کولو دَ پاره بوتلل اؤ کله چې شيطان غلطولو نودَ هغهٔ هغه پهٔ کاڼيو ويشتل۔دا ټول کارونه دَ الله دومره خوښ شو چې دَ راتلونکو نسلونو د پاره ئې دَ هر حاجي دَ پاره داواجب وګرځول۔ دا خبره ياد ساتل پکار دي چې څوک دَ الله شي نو بيا دَ هغهٔ محبت دَ الله تعالیٰ محبت شي ۔مثلاً هاجره بي بي ۔پهٔ الله تعالیٰ باندې دَ بهروسې پهٔ وجه قبوله شوي وه نو منډه خو ئې وهله دَ خپل ځویٔ پهٔ مينه کښې ليکن الله تعالیٰ دا دَ خپل محبت پهٔ طور باندې واخسته۔

حج کښې هم دَ دغسې خلقو دَ محبت کارنامې ژوندیٔ کولے شي چې دَدې مثالونو پهٔ وجه دَ حج کولو واله دَ زړونو رخ بد ل شي۔دَدې پهٔ وجه پهٔ حج کښې دَ ليونتوب دا کارونه اؤ فدائيت دا دَ حج روح دے۔چې دَ چا پهٔ حج کښې دا روح نهٔ وي نو دَ هغهٔ حج ژوندے نهٔ وي۔بل طرف ته کهٔ دا روح پهٔ حج کښې نهٔ وي نو دَ حج کارونه بيا حاجي دَ پاره ډېر ګران شي ۔اؤ کهٔ داروح پکښې وي نو بيا حاجي دَ پاره دا کارونه نهٔ صرف چې ګران نهٔ وي بلکې پهٔ دې کښې ورته ډېره مزه اؤ کيف محسوسيږي۔دَ محبوب کور ته تلل اسان وي اؤ کهٔ ګران دا دَ عاشق نه تپوس وکړیٔ۔دَدې د پاره دَ حج زده کولو کښې دَدې روح اخستلو ډېر زيات خيال دې وساتلے شي نو صحيح حج به انشاء الله نصيب شي۔

نهٔ دے حج مګر دَ عشق دي منزلونه

چې الله ته کوم محبوب دي حرکتونه

چې پهٔ کومو مونږه جوړ شو عاشقان

حج کښې مونږ ته دي کول داسې کارونه

چې کوم عقل دې سره متفق نهٔ وي

مونږ هغه به لهٔ خپل ځان لرې کؤونه

ښهٔ ده دا چې مونږ پهٔ هغه کار لګيا شو

چې پهٔ کوم مونږ خپل محبوب خوشحالؤونه

څهٔ کول دي دا به څنګه معلوميږي

پهٔ دې باندي به خپل ځان مونږ خبرؤونه

دَ هغهٔ محبوب چې څهٔ راته ښئيلي

مونږ به ټيک پهٔ ټيک هم هغه خپلؤونه

طريقه دا دَ جنت نيغه ده لار دا

پهٔ دې تلل دي اے شبيره ځه چې ځونه

لهٔ کور نه روانيدل

دَ کور دَ ټولو ذمه دارییٔو نه دَ شريعت مطابق ځانونه فارغ کړیٔ اؤ دِ زړۂ دِ اخلاصه خپل ځان اؤ هر څهٔ الله ته وسپاریٔ۔ پهٔ هغهٔ بهروسه لریٔ اؤ دوه رکعته صلوٰة حاجت نمونځ وکړیٔ اؤ دَ سفر مسنو ن دعا سره دا مبارک سفر شروع کړیٔ۔

بهروسه باندي ستا، کور نه روانيږم

خپله ربه اوس زهٔ ستا حواله کيږم

پهٔ رګ رګ کښې زما مينه کړې پيوسته

خزانې دَ معرفت وته زېريږم

ګناه ګار يم سياه کار يم خطا کار يم

خو پہ فضل ستا پہ دې لاره ستنيږم

حج مقبول راته نصيب کړې پهٔ آسانه

ګران ئې نهٔ کړې زۂ کمزورے يم ويريږم

غواړم زه چې لهٔ دنيا ځنې هجرت کړم

بچ کړې ما لهٔ دې دنيا ګني غورزيږم

بس پهٔ زړۂ کښې مې يو ته وے دا مې شوق دے

دَ غير نهٔ شمه پهٔ دې باندې ژړيږم

قادر ربه ما عاجز شبير کړې داسې

چې هر وختې پهٔ سنت باندې چليږم

کهٔ کيدے شي نو دا شعرونه ووايَیٔ اؤ بيا لهٔ کور نه روان شیٔ ۔ستاسو دَ حج چې کوم ترتيب هم دے هغه به ئې تاسو ته ښودلے وي اؤ ظاهره ده چې هم هغه شان به کویٔ ليکن خپل زړۂ هر وخت الله تعالیٰ طرف ته متوجه ساتَیٔ ، يوې پر کيفې دعا سره چې اے الله زۂ روان شوے ستا پهٔ طلب کښې يم ليکن پهٔ دې کښې کاميابي خو ستا پهٔ لاس کښې ده ، پس ما خپل حقيقي اؤ ظاهري دواړو کاميابيو ته دَ خپل حبيب صلي الله عليه و سلم پهٔ طفيل ورَسے۔کهٔ تاسو حاجي کيمپ ته روان يَیٔ نو هلته دَ نورو کارونو سره دَ زړۂ فهمائش جاري ساتَیٔ۔

زړګيه ورځه مخکښې پهٔ دې لاره چې ورځې

پهٔ زړۂ کښې خيال ساته ئې څهٔ دَ پاره چې ورځې

سوچ مهٔ کوه پهٔ ټولو تکليفونو چې کو م دي

دَ زړه سره دې عقل هم وسپاره چې ورځې

اؤ کنه دا لاره هم دغه شان ده۔ پهٔ قدم قدم چيکنګ کيږي ليکن دا دَ نفعې سودا ده۔دَ چا دپاره چې دا هر څهٔ دي هغه دا ويني۔هوش قائم ساتل پکار دي اؤ جوش هم۔!

در کفے جام شريعت در کفے سنداں عشق

ہر ہوسناکے نداند جام و سنداں باختن

هر حاجي دَ خپل محبوب ميلمهٔ ګڼل پکار دي۔ کهٔ دَ هغهٔ خدمت څوک نهٔ شي کولے نو تکليف خو ورته نهٔ دي ورکول پکار۔لکه څنګه چې څوک دَ شيخ دَ اولاد ، دَ استاذ دَ اولاد پهٔ غلطيانو سترګې پټیٔ اؤ پهٔ زړۂ ئې نهٔ درنیٔ دغه شان دَ الله تعالیٰ دَدې ميلمنو دَ پاره ولې مونږ پهٔ خپل زړۂ کښې خيرے راولو۔ټول کارونه پهٔ حوصله اؤ پهٔ همت سره کول پکار دي۔انتظاماتو والا دَ محبوب دربانان ګڼل پکار دي اؤ دَدویٔ سپوره ستغه پهٔ روڼ تندي برداشت کول پکار دي۔

حق دے دَ محبوب کهٔ ازميښتل کوي

دوی کهٔ کښېنول کهٔ پاڅول کوي

دَغې دربانانو ۔دَ محبوب باندې

څهٔ دَ زړۂ آداب مونږ ښودل کوي

زۂ يمه کمزورے پهٔ اسانه دې

ما کړي خپل پهٔ دې کهٔ خپلول کوي

شوق نه يم مجبور ګني څهٔ شے يمه

زړۂ مې دَ کرم ورنه غوښتل کوي

بچ مې لهٔ دښمن کړې راسره چې دے

دے پهٔ دهوکه باندې غرقول کوي

زړۂ مې دَ هغهٔ ، ورته زۂ ګورمه

کله دے لهٔ ګوتې هم نيسل کوي

لارہ دَ جانان شبیرہ ونیسه

دا نشاندہی چې دَ منزل کوي

پهٔ ائرپورټ کهٔ ممکنه وي نو بهتره ده کهٔ لامبل نهٔ وي نو اودس دې وکړي اؤ دوه رکعته سنت احرام دې وکړي۔دې نه پس دې يو څادر نه لنګ ووهي اؤ بل څادر دې ځان سره کښيودے شي۔څهٔ وخت چې جهاز يو دوه ګهنټې مزل وکړي نو بيا دې هغه وخت قميص ؤباسي اؤ هغه بل څادر دې ځان نه تاؤ کړي۔دَدې دَ پاره چې کهٔ جهاز ليټ شي يا کينسل شي نو چې دَ احرام پابنديانې هيڅ ئې هيڅه خلق پهٔ ځان نه راولي۔ ځکه چې پهٔ دې کښې بيا دَ دم خطره وي اؤ بيا دا لوئے امتحان جوړ شي۔شيطان پهٔ دغه موقعه بيا دَ خلقو ايمان يا اعمالو ته نقصان رسوئ۔

ضروري دي لهٔ شيطان ځان بچ کول

هم خپل نفس پهٔ طريقه دي چلول

کهٔ لهٔ در ئې اساني مومې شبيره

دا نعمت دے دَدې زر دي خپلول

دَدې فائده به داوي چې کهٔ جهاز ته دَ ختو پهٔ وخت چې ائر هوسټسې اؤ سټيوارډز کومې خوشبودارې توليې دَ مسافرو پهٔ لاس کښې ورکوي نو لهٔ هغې به حفاظت ممکن شي ځکه چې دَ احرام پهٔ حالت خوشبوئی استعمالول منع دي۔

احرام دَ کور نه تړل مستحب اؤ دَ دم نه ځان بچ کول واجب دي ۔کهٔ پهٔ مستحبو اؤ واجبو کښې مقابله راشي نو واجب اخستل ضروري ګرځي۔

زۂ لهٔ لرې دَ محبوب کوم ديدار

لهٔ نزدې ئې ادبیٔ يمه هوښيار

بچ کيدل لهٔ ګناه ښه لهٔ مستحب دي

دَ محبوب چې دَ منشاء شم تابعدار

کله چې دوه ګهنټو نه زيات مزل پهٔ جهاز کښې وشي نو کهٔ اودس ئې وي نو دوه رکعته سنت احرام دې پهٔ سيټ باندې پهٔ ناسته وکړي۔ پهٔ نفلو کښې دَدې اجازت شته دے۔

چې ئې خوښ وي کوم يو کار پکار هغه دے

حقيقت کښې پهٔ شيطان ګزار هغه دے

پهٔ سورلۍ نفل پهٔ ناستي چې ثابت دي

نو پهٔ سيټ هم دي جائز چې کار هغه دے

دَ سنت احرام نه پس دَعمرې ، دَ صرف حج يا دَ حج اؤ دَ عمرې نيت تړلے شي، څنګه چه دَ چا اراده وي۔دَدې نه پس کم نه کم يو ځل تلبيه ويئل پکار دي۔

دَ کوم کار پهٔ اراده يمه روان

قابل نه يم خو دے فضل دَ سبحان

لبيک خولهٔ باندې پهٔ زړۂ کښې مې هغه دے

ګنهګار يمه هغه دے مهربان

پهٔ دې لار کښې زۂ ترې غواړمه بخښنه

زما نيت دې کړي قبول اؤ کار اسان

الله لوې دے اؤ دا کار هم ډېر عظيم دے

چرته نهٔ شم ئې ادبه پهٔ څهٔ شان

زړۂ کښې شوق لرم پهٔ ژبه دَ ستا نوم

شبير واییٔ کړې نصيب راته امان

دَدې نه پس دَ لبيک پهٔ ذريعه دَ محبوب پهٔ دربار کښې مسلسل حاضري لګول پکار دي۔آيا دَ يار پهٔ کوڅه کښې پهٔ اواز لګولو څوک ستړے کيږي۔نو مونږه دا غواړو چې مونږدې قبول شو اؤ دَدې دروازه محبوب صرف يوه ښئلي ده اؤ هغه دَ محبوب دَ محبوب محبوبه طريقه ده۔ دَدې دَ پاره به هر کار دَ محبوب پهٔ طريقه کول پکار دي۔

(1)۔څلورو وقفو سره تلبيه ويئل ۔

لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ ، إِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالمُلْكَ ، لا شَرِيكَ لَكَ ۔ (1)

دا ترتيب دې درې ځله تېر کړے شي ۔دې نه پس يو ځل درود شريف اؤ دَ دې نه پس دې بيا دعا وغواړي ۔کهٔ دا لاندينۍ دعا چاته ياده وي نو دادې ووايیٔ ځکه چې دا مسنونه دعا ده۔

اللّٰھم انی اسئلک رضاک و الجنۃ و نعوذ بک من غضبک و النار۔

حاجيان صاحبان چې دا پهٔ جمع باندې تلبيه واییٔ دا مسنونه طريقه نهٔ ده۔ تلبيه انفرادي وئيل پکار دي۔البته تعليم د پاره پهٔ جمه وئيل هم ټيک دي۔

پهٔ جده کښې انتظار

جده چې دَ سعودي عرب بين الاقوامي ائر پورټ دے ، پهٔ دې کښې چونکې ډېر کارونه کيدل وي نو کافي ډېر انتطار پکښې کول پريوځي۔هلته دَ ايميګريشن ، دَ سامان دَ چيکنګ ، دَمکتب دَ بسونو حاصلولو وغيره باندې ډېر وخت لګي۔پردے ملک ،پردۍ ژبه اؤ بيا رش ۔دَدې ټولو سره دَ هر حاجي چې دَ اکثرو پکښې دا ؤړومبۍ تجربه وي واسطه راځي۔دَصوفي دَ پاره خو دا برداشت کول څه غټه خبره نهٔ وي ځکه چې

ذکر اسان کړي دَ ذاکر انتظار

پوې وي عقبیٰ کښې به مې دا شي پکار

(1) ولیسن الوقف فی المواقع۔اربعہ۔ معارف السنن ج ۶ ص ۳۰ ایچ ایم سعید

مجاهده ګنلے شي دَ اصلاح

يو ذريعه ځکه اسان شي دا کار

ليکن باقي حاجيان چې دَ عشق پهٔ سفر روان دي ، هغوی به دَ دوئ نه ولې وروستو ځي ، هغوی به هم دَ حال پهٔ ژبه ګويا وي۔

کهٔ خپل يار تهٔ وي مطلوب مې انتظار

انتظار به کړم دَ خپلې غاړې هار

مونږ وتلي يو دَ يار پخلا کيدو تهٔ

وي دې خَير هره يوه کوڅه دَ يار

زه دَ يار پهٔ مينه مست خانه بدوش يم

زه هر څهٔ وته په دې کښې يم تيار

دوه څادره دَ کفن مې اغوستلي

غواړم زه چې لهٔ محبوب خپل شمه زار

چې کوم کور دے منسوب شوے مې جانان ته

ترې چکرې ووهم پروانه وار

پهٔ دې باندې به دا نفس خپل پرزومه

ګني دا به شي بيا شتر ئې مهار

پهٔ مکه مکرمه کښې داخله

مکه مکرمه دَ عظمتونو ښار، دَ الله تعالیٰ دَ نښو ښار،دَ بيت الله ښار چرته چې دَ حضور وړوکوالے تېر شوے دے ، چرته چې اسماعيل عليه السلام دَ شودو رؤلو وخت کښې دَ مور سره دَ الله تعالیٰ پهٔ بهروسه پريښولے شوے وو،۔چرته کښې چې هاجرې بي بي دَ قافلې پهٔ تلاش کښې منډې ووهلې چې دَ خپل ماشوم ځوي دَ پاره اوبه تلاش کړي۔دا کار دَ الله تعالیٰ دومره خوښ شو چې باقي پاتې دنيا دَ پاره ئې پهٔ حج اؤ عمره کښې دا واجب ؤګرځولو۔دې ښار کښې دَ داخلې پهٔ وخت دَدې دَ مينې نه زړۂ ډک پکار دے۔

حاضری راته نصيب شوه دَ محبوب دربار کښې نن

چې حاضردَ خدایٔ پهٔ فضل يم پهٔ دې لويیٔ ښار کښې نن

اوس توفيق دَ ادب هم راته نصيب کړې لويه ربه

لرې نهٔ شمه لهٔ ستا نه چې پهٔ دغه کار کښې نن

اؤ جي دا عجيبه ښار دے۔دلته دَهرې نيکیٔ اجر يو پهٔ لَک دے۔ دغه شان ګناه هم پهٔ لَک چنده ليکلے شي۔نادانه خو دَ نيکیٔ پهٔ لک چنده مست ګرځي اؤ پوې خلق دَ ګناه دَ لک چنده کيدو پهٔ تراره وي۔حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه به هم نمونځ پهٔ حدودِ حرم کښې کولو اؤ رهائش ئې دَ حدود حرم نه بهر وو۔دغې ته فقاهت وئيلے شي۔الله تعالیٰ دې مونږ ته هم دا نصيب کړي۔

وړومبے نظر

آه! اوس پهٔ بيت الله شريف زمونږ نظر پريوتو والا دے۔دَ دعاګانو دَ قبوليت وخت رانزدې شهٔ۔هوښيار ! خبردار! نهٔ وخت ضائع کول دي،نهٔ موقع۔څهٔ داسې مناسب ځائے کښې ودريدل پکار دي چې کهٔ څوک راشي نو چې دَ خانه کعبې دَ پاره حائل نهٔ شي ۔چې دَ ډېرو دعاګانو موقع حاصله شي۔کم نه کم دا دعاګانې خو ضرور غوښتل پکار دي۔

اے الله حسنِ خاتمه راته نصيب کړې۔اے الله ايمان کامل راته نصيب کړې۔اے الله ماته اؤ دَ حضورﷺ پوره امت ته هدايت نصيب کړې۔

اے الله ما مستجاب الدعوات جو ړ کړې۔

کهٔ دغه وخت زۂ فقير هم چاته ياد شم نو زما خوش قسمتي به وي۔ما دَ پاره خو دا دعا دې وغواړي۔چې الله تعالیٰ ما صرف دَ ځان کړي دَ بل چا نه۔

ګنهګار يم معافي تهٔ مګر راکړې

چې کعبه پرې وينم داسې نظر راکړې

پهٔ ما باندې دَ کرم نظر تهٔ وکړې

ډک دَ مينې زړګے تهٔ برابر راکړې

ستا دَ غير دَ تعلق نه هميش بچ شم

چې دَ ستا شم داسې آه دَ سحر راکړې

وي پهٔ ژبه مې ستا نوم ، زړۂ کښې قرآن اؤ

تعلق راته هر وخت دَ خپل در راکړې

رانه هېر نهٔ شي قرآن اؤ نهٔ تا هېر کړم

پهٔ دعوت کښې زما ښکلے اثر راکړې

الهٰي شبير واصل کړې پهٔ خپل فضل

نظر پاک راکړې اؤ زړۂ باخبر راکړې

دَ الله دَ کور طواف

چا چې دَ عمرې يا دَ حج قران نيت کړے وي نوهغوی ته اوس دَ عمرې طواف کول دي اؤ کهٔ دَ حج افراد نيت ئې کړے وي نو طواف قدوم به ورته کول وي۔ خوش قسمته دي هغوی چې اوس به دَ الله دَ کور طواف کوي۔ دا دَ شکر ځائے دے۔ دَ کعبې دَ عظمت خيال پهٔ زړۂ کښې ساتل پکار دي اؤ حجر اسود طرف ته تلل دي۔دَخپل څادريو طرف دَ ښي ترخ نه لاندې تېر ول اؤ پهٔ بله اوږه باندې یٔی اچول دي۔دې ته اضطباع وئيلے شي۔دا حالت به دَ طواف تر اخره جاري وي۔دَ حجر اسود مخې ته دَ راتلو نه مخکښې دَ طواف نيت کول پکار دي پهٔ دې الفاظو چې زۂ دَ طواف دَ اؤو چکرو نيت کوم۔ اے الله ته ئې قبول کړې اؤ اسان ئې کړې۔

الله اکبر و لِلهِ الحمد ويئلو نه پس،لاسونه دې لاندې وغورزولے شي۔دا ګويا دَ طواف تکبير تحريمه وشهٔ ۔اوس به دَ حجر اسود استلام کول وي۔دې دَ پاره دَ حجر اسود مخې ته راتلل پکار دي۔پکار خو داوه چې چپي ترنه اخستے شوے وے خو چونکې پهٔ حجر اسود خوشبویٔی لګيدلي وي اؤ هغه دَ احرام پهٔ حالت کښې منع ده۔ ولې نه؟

دي آداب دَ عشق بدل اؤ آداب دَ هوش بدل

ليونتوب چې وي پهٔ څهٔ کښې راولي بيا جوش بدل

خوشبویٔ لګول سنت دي دلفريب اؤ مزيدار

خو دَ عشق پهٔ ميدان کښې، دي کول جام نوش بدل

ستادَ پاره دَ عشاقو بل نظام دے دلفريب

دَ سنت نه هم ثابت دے دغه جوش خروش بدل

دوه څادره چې پهٔ غاړه تا اغوستي دلته کښې دي

داپهٔ شانې دَ کفن دي دے دَ مينې پوش بدل

دَ محبوب چې دي محبوئې طريقې شبيره واخله

دے طريق طريق دَ مينې دَ عاشق دَ دوش بدل

دَ استلام دَ پاره دَ اشارې اجازت دے۔خپل دواړه لاسونه پهٔ داسې طريقه ځان ته مخکښې نيسل پکار دي۔چې ګويا دا لاسونه دَ حجر اسود دَ پاسه کيښودلے شوي دی۔اوس دا لاسونه ښکلول دي اؤ ښي طرف ته تاويدل دي۔دې سره طواف شروع شو۔ليکن دَ عمرې دَ طواف پهٔ ؤړومبينی درې چکرو کښې رمل هم کولے شي ځکه چې دې نه پس سعي ده ۔کهٔ چا طواف قدوم کړے وي اؤ ورپسې ئې دَ سعي اراده وي نو بيا به هم رمل کوي۔دَ رمل مطلب دادے چې پهٔ دې کښې لاسونو اؤ پښې پهٔ زور اؤ جټکې سره مخکښې کولے شي۔

زړۂ زما دې ډک دَ مينې شي اؤ صاف

خدايه زه چې اوس کومه دا طواف

پتنګان لهٔ شمعې څنګه چې چورليږی

داسې زهٔ شم ترې ونهٔ کړم انحراف

دَ طواف دوران کښې خانه کعبې ته کتل مکروه دي ولې؟

ستا عظمت مې دے پهٔ زړۂ کښې، دَکعبې هم

زړۂ مې غواړي چې ئې وکړم نظارې هم

خو مکروه دي په طواف کښې کتل دې ته

کهٔ بهر لهٔ عقله دي دا مسٔلې هم

بس منل کړه کهٔ مطلب دې محبت وي

کهٔ نسبت څهٔ وشي ورځې ته دَ شپې هم

صحابؤ کړے رمل مونږ ئې هم کؤو

پهٔ تيزۍ لاس خوزؤو ورسره پښې هم

دَ جمات احترام شته خو حکم دادے

محبت کښې به منې دا طريقې هم

عقلِ خام عقلِ اصلي دپاره مات کړه

اے شبيره ورسره دې فلسفې هم

اضطباع به پهٔ اؤو واړو چکرو کښې جاري ساتل وي اؤ دَ هر چکر ابتدا به دَ استلام نهٔ کيږي۔دغه شان به اؤو چکرې پوره شي۔ طواف کښې به ټول اتهٔ استلامونه شي۔دَدې نه پس به دوه رکعته واجب الطواف نمونځ کول وي۔ چونکې لا احرام جاري دے۔پهٔ دې وجه به سرتور سر نمونځ کول وي۔دَ مشرانو مخکښې سرتور سر ګرځيدل ئې ادبي ده اؤ دلته دَ ټولو نه لوئے يعنې دَ الله مخکښې سر تور سر نمونځ کول لازمي دي ځکه چې دا دلته عاشقانه انداز دے۔هر کله چې دَ محبوبِ حقيقي دغه انداز خوښ دے نو مونږ ته هم پکار دي چې دا خوښ کړو۔

څهٔ ټيک دي څهٔ غلط دي پهٔ دې باندې څهٔ پوهيږم

محبوب ته چې مطلوب دي بس پهٔ هغه خوشحاليږم

عاشق ته لهٔ محبوب دَ خوښې څهٔ بل ښهٔ کيدے شي پهٔ زړۂ کښې مې محبوب دے دَ هغهٔ پهٔ ګفت چليږم

وينا چې دَ محبوب ده ، غوره ده مې لهٔ کتلو

پهٔ خپله پهٔ ليدلو باندې نهٔ مطمٔن کيږم

شيطان پهٔ خپلو سترګو اعتبار وکړلو مردود شو

مردود چرته مانهٔ کړي زه پهٔ دغه خو ويريږم

پهٔ زړۂ کښې مې۔دَ يار تصوير موجود دے چې ئې ؤګورم

هر حال کښې هر صورت کښې هم هغهٔ وته ښکاريږم

کثرت نه چې وحدت طرف ته راغلم زهٔ شبيره

دے يو زړۂ کښې زما ، بس لهٔ هغهٔ ځنې ځاريږم

واجب الطواف

چې طواف کله پوره شي نو دَدې پهٔ شکرانه کښې دوه رکعته واجب الطواف نمونځ کول واجب دی۔دَدې مقام ابراهيم سره خواؤشا کول سنت دی خو خلقو ته تکليف چونکې ورکول جائز نهٔ دی دَدې پهٔ وجه چې حرم شريف کښې چې کوم ځائےهم ملاؤ شو نو هلته کيدے شي۔

چې اعمال کو م مستحب دی نو کول ئي دي بهتر

هم ترتيب دَدې اعمالو ساته زړۂ کښې برابر

دَ واجب کهٔ مستحب شو مقابل نو بيائې پريږده

دا اصول دے اؤ دَفقهې غټ قانون دے معتبر

دَدې نه پس دَ الله تعالیٰ شکر کول پکار دي چې الله تعالیٰ مو عمره نصيب کړه۔دَ دې نمونځ نه پس دَ راتلونکو اعمالو دَ اسانۍ اؤ قبوليت دَ پاره دعا کول پکار دي۔

دَ زمزم اوبهٔ څښل

کهٔ روژه نهٔ وي نو دَ زمزم اوبه څښلو اؤ پهٔ ملتزم شريف حاضریٔ کښې اختيار دے چې کوم اول څوک کوي اؤ کوم وروستو۔ نن سبا چونکې دَ زمزم کوهي ته رسيدل ممکن نهٔ دي نو حرم کښې چې کوم ځائے نه دَ زمزم اوبه څښل څوک غواړي نو څښلے شي ۔دَدې معجزاتي اوبو نه ښهٔ لطف اخستل پکار دي۔ولې نه؟ دا دَ الله تعالیٰ ميلمستيا ده۔دَدې اوبو يوې يوې قطرې ته پهٔ خپل وطن کښې خلق ترسکيږي اؤ دلته ما شاء الله دومره وافرې دي نو ښه پهٔ مړه خيټه ئې څښل پکار دي۔ دَ زمزم دَ اوبو دَ څښلو دعا داده

اللّٰھمَّ اِنِّی اَسئَلُکَ عِلمًا نَافِعًا، وَ رِزقًا وَاسِعًا، وَ شِفَاءًمِن کُلِّ داء

اے الله! تانه سوال دَ هغه علم چې نفع رسوي ، دَ وسيع رزق ااؤ دَ هر تکليف نه دَ شفاء ۔

دَ زمزم اوبه جدا دي داخو ډېرې څښلے کيږي

دَ ايمان دا علامت دے کهٔ پهٔ دې څوک نهٔ مړيږي

کوم جائز مقصد دَپاره چې ئې څښل غواړې دا ؤڅښه

چې يقين دَ چا راسخ وي نو مقصد پرې حاصليږي

خدايه ما ته شفا راکړې هر مرض نهٔ چې زه جوړ شم

هم لهٔ تندې نه دَ حشر چې مې زړۂ ترينه ويريږي

اے الله امان تهٔ ورکړې خپل ديدار ورته نصيب کړې

د شبير دَ غم نه ډکې سترګې مخ باندې بهيږي

پهٔ ملتزم شريف حاضري اؤ دعا

دَ زمزم اوبه چې وڅښلے شي نو کهٔ ممکنه وي نو ملتزم شريف باندې حاضر ي پکار ده۔دَ حجر اسود اؤ دَ خانه کعبې دَ دروازې پهٔ مينځ کښې چې کوم ځائے دے ، هغې ته ملتزم شريف ويئلے شي۔ پهٔ دې هم خوشبوئی لګيدلي وي نو ورته پهٔ داسې طريقه بنده نزدې ورتلے شي چې خو شبوئې پهٔ جسم ونهٔ لګي البته کهٔ څوک پهٔ احرام کښې نهٔ وي نو بيا خو دې ورسره غاړه ملاؤ کړي پهٔ شرط ددې چې چا ته تکليف ونهٔ رسیٔ۔ نو ملتزم شريف ته مخ کول اؤ دعا کول پکار دي۔دا دَعاګانو دَ قبوليت خاص ځائے دے۔ دلته دعا ګانې کول پکار دي اؤ کهٔ زهٔ عاجز چا ياد کړم نو ډېره مهرباني به وي چې د دعاګانو ډېر محتاج يم۔

دعاغواړه پهٔ دې ځائے دعا قبليږي

ملتزم دے مرادونه حاصليږي

دَ رحمت پهٔ سمندر کښې زړۂ ور ډوب کړه

واخله واخله رحمتونه نازليږي

پهٔ اياک نعبدُ باندې مشغول یٔی

ستا اياک نستعين څنګه هېريږي

اهدنا الصراط المستقيم هم وايه

لاره نيغه پهٔ اسانه ملاويږي

دَ انعمتَ عليهم لار پهٔ زړۂ غواړه

دَ الله پهٔ فضل دلته نصيب کيږي

دَ مغضوب عليهم اؤ دَ ضآلين لار

نه پناه غواړه شبيره وخت تېريږي

دَ صفا مروه منډه

دَ صفا مروه مينځ کښې اؤو منډې وهل پهٔ هر عمره کؤنکي اؤ حج کؤنکي واجب دي۔اوس دَدې تکل کول دي۔ دَدې دپاره اول دَ حجر اسود نهم استلام کول دي۔ اؤ بيا صفا طرف ته تلل دي۔چې کله دَ صفا پهٔ غونډۍ دومره ؤچت بنده وخيژي چې بنده ته دَ هغه ځائے نه۔خانه کعبه پهٔ نظر راځي نو هلته اول کهٔ موقع وي نو دا ويیٔل پکار دي ۔

َللّٰھُمَّ اِنِّی اُرِیدُ السَّعیَ بَینَ الصَّفَا وَ المَروۃَ سَبعۃ اَشوَاطٍ لِوَجھِکَ الکَرِیمِ ، فَیَسِّرہ لِی وَ تَقَبَّلہُ مِنِّی دَ دې نه پس دَ صفا مروه دَ اؤو چکرو نيت کولے شي۔ چې اے الله زۂ دَ صفا مروه دَ اؤو چکرو نيت کوم ته ئې راته اسانې کړې اؤ قبولې ئې کړې۔بيا الله اکبر ويئلو سره لاسونه دَ تکبير تحريمې پهٔ شان وچتول دي۔بيا دعا دَپاره لاس اوچت وچتول اؤ دعا کول پکار دي۔دومره وخت چې تقريباً پکښې پنځويشت آيتونه دَ قرآن پاک ولوستلے شي۔ دَدې نه پس پهٔ خپل مناسب رفتار ذکر کولو سره مروه طرف ته روانيدل دي۔

شعایٔر دي دَ الله صفا مروه

دَ الله دَ محبت يو نظاره

هاجره چې شوہ خبر چې خدایٔ دا غواړي

دَ يواځې فکر نهٔ ؤ ورسره

وسيدل ئې کړل قبول هلته يواځې

دَ الله پهٔ توکل اؤ بهروسه

دَ مور مينه خو ژوندیٔ وه ، شوه پهٔ منډو

اسمٰعيل چې تړقيدو پهٔ دې صحرا

دَ اوبو درک دپاره سر پهٔ منډو

دَ غونډيو مينځ کښې وه بيا هاجره

پهٔ دې منډو کښې ئېٔ نظر به پهٔ ماشوم ؤ

چې ظاهره شوه ناساپهٔ معجزه

دَ ما شوم پښو نه اوبه شولې روانې

هاجرې چې دَدې وکړه تماشا

دې اوبو ته ئې لهٔ شګو خرنډان جوړ کړل

دَ زم زم الفاظ راتلل ئې هم پهٔ خولهٔ

دا اوبه دَ زم زم شوې عطا لهٔ خدایٔ نه

جوړيدله به چې دلته کښې کعبه

لهٔ اول مجاهده ترې نه مطلوب وه

ورپسې شوه عنايت مشاهده

رب قبولې ئې پهٔ دې شان کړې دغه منډې

معتمر اؤ پهٔ حاجي دي لازم دا

دوي به منډې دغه شانې وهي دلته

دي واجب اوس عمره حج کښې هميشه

الله ډېر دے قدردان پرې اوس قربان شه

قرباني ضایٔع کوي نه دَ هيچا

هر څهٔ ځار کړه لهٔ خپل رب نه اے شبيره

چې باقي شي ګني شي به دا فنا

پہ صفا مروہ کښې چې کله هغه ځائے راشي چرته کښې چې شنې رڼاګانې شروع کيږي نو هغه ځائے کښې مينځني رفتار سره منډه وهل پکار دي اؤ چې دويم ځل شنې رڼاګانې راشي نو بيا منډه ختمول پکار دي۔ دَ منډې دوران کښې دا دعا ويئل پکار دي۔

رَبِّ اغفِر ،وَ ارحَم،اَنتَ الاعزُّ الاکرَم

مخکښې به مروه غنډۍ راشي۔هلته هم قبلې طرف ته دې مخ وي اؤ دعا کول پکار دي۔ يو چکر مکمل شو اوس دَ مروه غنډۍ نه صفا غنډۍ ته تلل دي اؤ دا چکر به هم دَ مخکښې پهٔ شان ختم شي اؤدَ شنو رڼاګانو مينځ کښې منډه يادساتل پکار دي۔ دغه شان بيا مروه ته، بيا صفا ته، بيا مروه ته، بيا صفا ته، اؤ بيا مروه ته چکرې لګول دي چې اؤو چکرې ختمې شي نو عمره ختم شوه۔ پهٔ مطاف کښې دوه رکعته پهٔ اخر کښې ادا کول مستحب دي کهٔ مکروه وخت نهٔ وي هله۔

حلق کول

کهٔ دَ چا حج تمتع وي نو هغه دې خپل سر وخریٔ اؤ خپل احرام دې خلاص کړي اؤ قِران والا به دَ حج انتظار کوي۔دَ حلق پهٔ ځائے قصر هم کيدے شي خو دَ قصر طريقه داده چې سر دَ څلورمې حصې پهٔ قدر ويښتهٔ د ې پهٔ قينچۍ دَ ګوتې دَ دريمې حصې وږودوالي مطابق واخستے شي۔دادَ عشق سفر دے ۔دَ عشق تقاضا داده چې بنده دې ټول ويښتهٔ پهٔ پاکیٔ سره کټ کړي ځکه چې حضور ټول ويښتهٔ کټ کړي وو اؤ دَ حلق کؤنکو دَ پاره ئې درې ځله اؤ دَ قصر کؤنکو دَ پاره ئې يو ځل دعا کړي ده۔فرق معلوم دے۔خَير کهٔ چا پهٔ صحيح طريقه قصر وکړو نو هغه هم غنيمت دے ګني کهٔ حنفي کس يو څو ويښتهٔ کټ کړل اؤ دا ئې قصر ؤګڼلو نو دا خبره خطر ناکه ده ولې نه؟

خپلې زلفي محبوب کټ کړې ، دې کښې دا۔چې۔شي ښودلے

چې دَعشق پهٔ عبادت کښې۔عاشق څهٔ څهٔ شي۔کولے

کهٔ ويښتهٔ دَ چا خپل خوښ وي لهٔ محبوب دَ حکم۔هم ډېر

نو هغهٔ ته څوک دې وخت کښې عاشق څنګه شي۔ويیٔلے

ټيک ده قصر هم صحيح دے۔دَ مسلک کهٔ مطابق وي

مسلک څو ويښتو دَ پاره زړۂ نه۔څوک شي غورزَولے

کهٔ دَ نفس خواهش غالب شي اؤ مسلک خپل پريږدي دلته

دَ دنيا پهٔ محبت به بيا۔ دے ښه شي ولړلے

نفس پهٔ عقل تهٔ مغلوب کړه عقل بيا پهٔ شريعت تهٔ

اے شبيره پهٔ دې لار کښې ځان پهٔ دغه شي ګټلے

دَ حج تيارے اؤ انتظار

اتم دَ ذي الحجې نه دَ حج ارکان شروع کيږي ۔ پهٔ اتم ذي الحجې دَ نمر د ختو نه پس دَ احرام پهٔ حالت کښې منیٰ ته روانيدل سنت دي۔کهٔ حج تمتع دَ چا وي نو هغه احرام مکه مکرمه کښې هر ځائے کښې تړلے شي۔ البته پهٔ حرم شريف کښې ئې تړل افضل دي۔يو نفلي طواف دې وکړي اؤ پهٔ پټ سر دې دوه رکعته نمونځ دَ سنتِ احرام پهٔ نيت وکړي۔ بيا دې سر بربنډ کړي اؤ دَ حج نيت دې وکړي، اَللّٰھُمَّ اِنِّی اُرِیدُ الحَجَّ فَیَسِّرہُ لِی وَ تَقَبَّلہُ مِنِّی لَبیکَ اَللّٰھُمَّ لبّیک لبَّیک لا شَرِیکَ لَکَ لبَّّیک، اِنَّ الحَمدَ وَ النِّعمۃ لَکَ وَ المُلکَ، لا شَرِیکَ لَکَ

چې اے الله زۂ نيت کوم دَ حج ته ئې قبول کړې اؤ راته ئې اسان کړې ، بيا دې تلبيه ووايیٔ بس احرام شروع شو دَ احرام پابنديانې هم شروع شوې۔ ۔حج يو ګران عبادت دے خو عشق دا ډېر اسان کړي ځکه چې دا دَ عشق سفر دے۔عاشقان خو ګويا داسې وايیٔ۔!

دَ حج مزې مزې خو دي تکليف ئې لهٔ څهٔ کم نهٔ دے

عاشق ونهٔ څښي دغه،دغه غم خو داسې غم نهٔ دے

محبوب مونږه چيړل غواړي اؤ دائې اداګانې دي

تاويږه لهٔ حرم ځنې خو دا ګورې صنم نهٔ دے

لازمې اداګانې دَ عشاقو ئې پهٔ عشاقو کړې

پوهيږي پرې عاشق صرف ، داهسې زېر وبم نهٔ دے

چې ګرانې فاصلې وې نو دَ رش نه خلق خلاص وو بيا

سفر کهٔ شو اسان نو رش ئې هم څهٔ سره سم نهٔ دے

پهٔ خدایٔ ئې چې بهروسه وکړه څهٔ جوړ لهٔ هاجرې نه شو

ضائع کهٔ ورته ګورې دَ هغې هيڅ يو قدم نهٔ دے

پلار هغه چې حليم دے اؤپهٔ ځویٔ ډېر مهربان دے

دَ ځویٔ ذبح کؤو کښې څهٔ حایٔل ورته شرم نهٔ دے

ديکې کهٔ خورې نو خوره دلته سفر دَعشق شبيره دے

غم نهٔ دے ، خوشحالي ده ، پيرزوينه ده، ستم نهٔ دے

منیٰ ته روانيدل

پهٔ اتم دَ ذي الحجې تاسو ته منیٰ ته تلل دي۔ پهٔ منیٰ کښې نور هيڅ هم نهٔ دي کول صرف دَ ماسپښين ،مازيګر ،ماښام ،ماسخوتن اؤ د راتلونکي سحر نمونځ کول دي۔نن نه دَ نفساني عقل اؤ دَ ايماني عقل مقابله شروع کيدونکي ده۔ پهٔ دې کښې به ګټه پهٔ استقامت کيږي ۔کوم دښمن چې اسماعيل عليه السلام دَ خپل پلار مقابلې ته لمسولو هغه نن هم موجود دے اؤ دَهغهٔ پهٔ زړۂ کښې زمونږ دَ پاره ډېره کينه ده۔هغه به پهٔ يو يو قدم پهٔ زړونو کښې وسوسې اچوي ليکن دَهغې جواب به عاشق پهٔ زبانِ حال داسې ورکوي۔

زړګيه نن کوڅهٔ کښې دَ عشق تللو ته ورځه

منیٰ ته دَ محبوب پٔخلا کولو ته ورځه

ټول هر څهٔ دې قربان وي پهٔ محبوب زما هميش
سر توره ليونتوب نن خپل ښيئلو ته ورځه

خليل کومه کوڅهٔ کښې چې خپل ځویٔ قربانولو

خپل نفس وته نن هغه ځائے ښودلو ته ورځه

ډېره نن لګول دي تاته کوم ځائے کښې لږغور وکړه

پهٔ لاره دَ فنا قدم کيښولو ته ورځه

جامې دَ عاشقانو اچولي تا دي نن چې

شبيره دغه حال نن خپلولو ته ورځه

عرفات ته روانيدل

پهٔ نهم دَ ذي الحجې دَ نمر ختلو نه پس عرفات ته روانيدل دي۔ نن دَ مغفرت ورځ ده، يومِ عرفه ده۔ دَمسٔلې مطابق نن دَ سحر دَ نمونځ نه پس تکبيرونه هم شروع شو اؤ دَ زوال نه پس به دَ عرفات دَ وقوف وخت شروع کيږي ۔نن زوال نه پس اؤ دَ راتلونکي سبا صادق نه مخکښې کهٔ دَ حج نيت سره څوک پهٔ عرفات کښې دَ يوې لمحې دَ پاره هم پهٔ عرفات کښې داخل شو نو هغه حاجي شهٔ ځکه چې دا دَحج رکنِ اعظم دے۔دَدې دَ فوت کيدو هيڅ تلافي نشته ځکه دغه دوران دا خبره يقيني کول لازمي دي چې بنده دې دې دوران کښې عرفات ته حاضري وکړي۔ البته کهٔ پهٔ دغه ورځ دَ دم نه دَ بچ کيدو دَ پاره دا هم ضروري دي چې دَ نمر دَ ډوبيدو پهٔ وخت کښې دې بنده پهٔ عرفات کښې دننه وي۔چونکې نن نه تکبيرونه شروع شوي دي۔ پهٔ دې وجه هر فرض نه پس تکبيرات تشريق ويئل واجب دي اَللّٰہُ اکبَر اَللّٰہُ اکبَر، لااِلٰہَ الاّ اللّٰہُ وَ اَللّٰہُ اکبَر، اَللّٰہُ اکبَر وَ لِلّٰہِ الحَمد۔ اؤ ورسره تلبيه ويئل هم پکار دي ځکه چې دا اوس دَ حاجي داسې ترانه ده چې دے به ئې پهٔ هر حالت کښې دَ غټ شيطان تر ويشتو پورې وايی۔دې نه پس به صرف تکبيرات تشريق جاري وي۔

تلل دي تاته نن کوم ځائے ته مستانه

دَ رحمت يوه عظيمه خزانه

پهٔ قدم قدم نن څهٔ به ملاويږي

ده دَ رب دَ مغفرت يو بهانه

پهٔ نن ورځ به شيطان څومره خوار ؤ زار وي

زړۂ ئې نن کړه پهٔ عمل خپل نشانه

خلق څومره لرې لرې نه راغلي

ده پهٔ خولهٔ ئې دَ لبيک يو ترانه

راسره نشته دے څهٔ چې ورته پيش کړو

ده قبوله نن ادا عاشقانه

دَ محشر پهٔ دې منظر کښې اے شبيره

لاره خپله کړه نن ځان ته جانانه

نن سبا دا زياته بهتره ده چې دَ ماسپښين اؤ دَ مازيګر نمونځ پهٔ خپل خپل وخت کښې پهٔ خپله خيمه کښې ادا کړے شي۔دَ زوال دَ وخت نه دَ وقوف وخت شروع شي ۔ځکه دَ مسپښين نمونځ ادا کولو سره وقوف شروع کول پکار دي۔دَ سوري نه پهٔ نمر کښې وقوف بهتر دے خو دَ صحت دَ خيال ساتلو سره۔هسې نه چې دَ مستحب پهٔ شوق کښې واجب خطره کښې شي۔کهٔ ممکنه وي نو دَوقوف دوران کښې مخ پهٔ قبله ودريدل مستحب دي۔اؤ پهٔ ولاړه وقوف هم۔خو کهٔ څهٔ مسٔله وي نو پهٔ ناسته هم کيدے شي اؤ پهٔ ملاسته هم۔

دَ ماښام وخت داخليدو سره دَ تلو وخت راشي۔نن به حاجي دَ ماښام نمونځ دَ نمر پريوتو نه فوراً پس نهٔ کوي بلکې چې نمر پريوځي نو عرفات نه به روان شي۔دَ حاجي نمونځ مزدلفه کښې دے اؤ دَ ماسخُتن دَ وخت داخليدو نه پس دے۔ماشاء الله قافلې روانې شوې۔څوک پهٔ ګاډو کښې څوک پيدل، ۔داسې ښکاري لکه چې خلقو شراب څښلي وي۔هر يو مست دے۔ ولې به نهٔ وي ۔داهغه شراب دي چې دَ دنيا ګنده شراب دې پسې چرته رسي۔ګڼه ډېره ده خو زړۂ دَ جوش نه ډک دے۔ دَ نوي منزل طرف ته پر عزم ۔

ميلمستيا کښې خپل محبوب درکړل څهٔ درته

دروازه دَ مغفرت درته شوه بيرته

کومې اوښکې چې توئې کړي تا نن دلته

شوې قبولې تهٔ راغلے ئې نن چرته

ستا پهٔ دغه مغفرت شيطان رسوا شهٔ

خولهٔ ترې پاتې شوه دَ ډېر ذلت نه ارته

پهٔ دې ورځې خلق ډېر معاف شي دلته

لږ دَدې ميدان وګوره ته اثر ته

يیٔ روان مزدلفې ته عرفات نه

دَ عشق لاره رسولي چا ده سر ته

د ماښام نمونځ ماسخُتن مزدلفه کښې

دي کول وګوره لږ دغه منظر ته

دَ عشاقو نصاب بيل دے اے شبيره

څهٔ خبر ئې ډيوه مهٔ نيسه تهٔ نمر ته

اوس بۂ دَلکونو خلقو سيلاب درې ميله لرې ؤرسي۔دادې ؤرسيدو۔

شوه نصيب راته دا شپهٔ ښه مزيداره

ستړي يو خو يو راغلي۔ څهٔ دپاره

دَ ماښام نمونځ۔ اول بيا دَ ماسختن

نمونځ کؤو ۔مزدلفه کښې پهٔ قلاره

بيا ارام به د سنت پهٔ نيت لږ وکړو

چې شپهٔ تېره پهٔ اسانه کړو بيداره

دَ حاجي دپاره ليلة القدر دے

دغه شپهٔ ، دې کښې بخښنه لهٔ رب غواړه

پهٔ طرف دَ هغهٔ زړۂ اؤ پهٔ خولهٔ ذکر

نن ساته ښکلي موقعه ده ښه تياره

خپل ځان پيش کړه چې قبول شې پهٔ دې شپهٔ کښې

اے شبيره ځان خپل رب وته وسپاره

دا وئیلي شوي دي چې دَمزدلفې شپهٔ دَ حاجي دَ پاره دَ ليلة القدر نه افضله ده ۔ځکه پهٔ دې کښې ډېر پهٔ شوق سره عبادت کؤل دي۔ پهٔ عبادت ، ذکر استغفار اؤ درود شريف باندې ځان مشغول ساتل دي۔

څنګه چې دَسبا صادق وخت داخل شي نو اذان دې وکړے شي اؤ دَ سحر نمونځ پهٔ تيارۂ کښې کول ښهٔ دي ۔لږ ساعت به دَ مزدلفې وقوف ؤشي۔ځکه چې دا واجب دے۔دَدې وخت د سبا صادق نه شروع کيږي اؤ تر نمر ختو پورې وي۔دلته کښې بهتره ده چې د شيطانانو ويښتلو دَ پاره کاڼي هم جمع کړے شي ۔دا پهٔ يو تيلۍ کښې کښيښودل ښهٔ دي۔چې کله دَ نمر رڼا پهٔ غرونو خوريدل شروع شي نو دَ انسانو سيلاب به دَ منیٰ پهٔ لور روان شي۔

دَ منیٰ قيام اؤ شيطانان ويشتل

پهٔ لسم تاريخ صرف غټ شيطان ويشتلے کيږي۔څنګه چه پهٔ ده وړومبينے کوتکانړے خلاص شي نو تلبيه ويیٔل به ۔ودريږي۔دَ غټ شيطان دَ ويشتلو۔مسنون وخت۔تر زوال پورې دے،۔ مباح وخت تر نمر پريواتهٔ پورې دے ۔، دې نه پس مکروه وخت دے خو زنانؤ اؤ کمزورو خلقو دَ پاره دَ شپې ويشتل هم مکروه نهٔ دي۔دَ شيطان ويشتلو سره تکبير سنت دے اؤ ورسره دا دعا هم۔

بِسمِ اللّٰہِ اَللّٰہُ اَکبَر، رَغمَاً للشَّیطَانِ وَ رِضًی للرَّحمَان

دښمن زمونږ شيطان دے نو دَده کله منل دي

چې کار ددهٔ پهٔ زړهٔ کښې وسوسې بس اچول دي

عمل چې پهٔ سنتو کوي څوک نو دے ذليل شي

دَدۂ پهٔ طريقه نن دَ سنت ځکه ويشتل دي

کنځلې کهٔ کؤو دۂ ته دا هم شيطانيت دے

پهٔ دې دے خوشحاليږي لهٔ دې هم ځان بچ کول دي

ويشتل ئې پهٔ چپلو اؤ پهٔ غټو کاڼيو نهٔ دي

دې ټولو مسٔلو نه ځان خبر ګورې ساتل دي

جذباتو باندې عقل اؤ پهٔ عقل شريعت

هر وخت کښې هر يو کار کښې دا پهٔ زور غالبول دي

مسنون دعا سره شيطان کوتکاڼيرو باندې وله

شبيره هر يو کار کښې پهٔ سنت طريقه تلل دي

قرباني

څوک چې حج تمتع کول غواړي نو چونکې الله تعالیٰ هغوی ته دا نعمت ورکړے دے ، دَدې دَپاره پهٔ هغوی دَ شکرانې پهٔ طور قرباني کول واجب دي۔دَ رمي نه پس دې قرباني وکړي۔ بيا دې حلق يا قصر وکړي اؤ خپل احرام دِ پرانځي۔دې نه پس هغوی ګنډلي شوي جامې اغوندلے شي۔خوشبو استعمالولے شي يعني دَ احرام پابندۍ ورباندې ختمې شوې۔البته يو پابندي ورباندې لا پاتې ده چه دَ مباشرت اجازت ورته لا نشته۔کهٔ طواف زيارت وکړي نو دا پابندي به هم ختمه شي۔

وګوره لږ دې کار ته چې دَ څهٔ دے دا دليل

چې ځو ذبح کوي خپل دَ الله لار کښې خليل

دے ځوئے ئې غورزولے چاړۂ لاس کښې ئې تېره

پهٔ مينې دَ الله ئې ښه پهٔ زوره راښکله

دَ عقل مطابق خو نهٔ ده بالکل دا قصه

دَ عشق پهٔ ميدان کښې بيا دَ سوچ کله چليږي

دَ عقل دا ميدان نهٔ دے پرې دے کله پوهيږي

الله چې لهٔ عشق ډکهٔ نظاره دا وليدله

وې وئیل ئې جبرايیٔل ته چې تيزیٔ سره ورزغله

زر کيږده دَ جنت ګډ د خليل مخکښې پهٔ خپله

دا ګډ ئې دَ خليل دَ چاړه مخکښې کښيښودلو

خليل پوئې نهٔ دے دې باندې چې څوک ئې ذبح کړلو

خليل پرانستې سترګې ګډ ئې وليد چې حلال

ولاړ اسما عيل روغ دے شهٔ حيران پهٔ دغه حال

قبول څومره عمل دے دا پهٔ نزد دَ ذوالجلال

خپل خوب دې کړو رښتينے وحي راغله پهٔ خليل

کړه جوړه مثالي دا قرباني ربِّ جليل

کوي ملسمانان چې قربانيانې پهٔ هر کال

نو مخکښې پروت د َدوی دَ قربانۍ وي دا مثال

پهٔ دې ئې مزين کړو بيا دَ حج واجب اعمال

چليږي تر قيامة به دَ عشق دغه سفر

اے کاش چې دَ شبير پهٔ زړۂ هم وشي څهٔ اثر

طوافِ زيارت

دا طواف دَ حج رکنِ اعظم اؤ فرض دے۔داطواف عموماً دَ قربانۍ اؤ دَ حلق نه پس پهٔ عامو کپړو کښې کيږي۔ پهٔ دې بعضې خلق حيران شي چې پهٔ عامو کپړو کښې پهٔ طواف کښې رمل اؤ دې نه پس سعي څنګه کيدے شي۔نو پهٔ دې کښې تردد نهٔ دے پکار۔دا بالکل ټيک دي ۔البته پهٔ دې کښې اضطباع نشته ځکه چې هغه صرف پهٔ احرام کښې کيدے شي۔

تور غلاف کښې کعبه پټه يو مرکز دے دَ تنوير

دَ خدایٔ کور دے پهٔ دنيا کښے دَدې نشته بل نظير

پس لهٔ حجه حاجيان تاؤ دي لهٔ دې ښکلي نظاره ده

هر حاجي نن محسوسيږي دَ کعبې دَ دام اسير

حج کښې ئې وليدلې نخښې عملي دَ عاشقانو

ورپسې اوس دادے ويني د ا دَ عشق بدرِ منير

دَ عشاقو پهٔ لباس ئې ترې چکرې لګولي

اوس پهٔ عام لباس کښې هم ترې داحاجيان اخلي تاثير

چرته دا دنيا دَ مينې چرته جال کښې دَ دنيا ګېر

کړې قبول دَ ځان د پاره ما عاجز فقير شبير

الحمد لله دَ لسم دَ ذي الحجې ټول کارونه تر سره ورسيدل۔دَ احرام ټولې پابندیٔ ختمې شوي۔ ښځه هم حلاله شوه۔دَدې نه فارغيدو نه پس منیٰ ته تلل دي اؤ هلته دوه ورځې نور قيام کول دي۔دې دواړو ورځو کښې درې واړه شيطانان زوال نه پس پهٔ کوتکاڼيو ويشتل دي۔

خپله خيمه کښې يا مسجد خيف کښې دَ ماسپښين نمونځ ادا کولو نه پس بيا د شيطانانو ويشتلو ته تياريدل دي۔ پهٔ لاره کښې ټولو کښې اول وړوکے شيطان راځي ۔ دَدهٔ هم دغه شان ويشتل دي لکه څنګه چې غټ شيطان ويشتلے شوے ؤ ۔ پهٔ هر کاڼي دا ويیٔل پکار دي۔

بِسمِ اللّٰہِ اَللّٰہُ اَکبَر، رَغمَاً للشَّیطَانِ وَ رِضًی للرَّحمَان

چي کانړي پوره شي نو بيا لږ ډډې ته راتلو نه پس مخ پهٔ قبله ودريدل پکار دي۔ توبه استغفار کول پکار دي اؤ دَ درود شريف نه پس دعا کول پکار دي۔منیٰ کښې دا دوه ورځې پاتې کيدل دَ احنافو پهٔ نزد سنت دي اؤ دَ بعضو امامانو پهٔ نزد واجب دي۔آخر ولې دَ مکې مکرمې غوندې مبارکې زمکې نه خلق ويستلے شي اؤ دلته پهٔ ميدان ئې کښينیٔ؟ ۔داسوال کهٔ يو فلسفي وکړي نو خَير ګني نو عاشق دا سوال نهٔ شي کولے ځکه هغه خو دَ حال پهٔ ژبه ګويا داسې وايی۔ٔ

حضور دلته کښې به ناست وو ورسره هم صحابيان

دوه څادرو کښې سرتور سر دَ منیٰ پهٔ دې ميدان

دا حالت دَ تقدس دے اؤ دا دومره سادګي

پهٔ بل ځائے کښې چرته دا ملاويدے شي يم حيران

يو تاريخ دے يو مقام دے دا منیٰ اؤ مناسک دا

برکات دَدې بيشماره اؤ دَ حج روحِ روان

نظارې دَ بندګۍ اؤ دا دَ عشق ښکلے انداز

چرته بل ځائے به ملاؤ شي زما نشته دے ګمان

دا ازاد روح چې زمونږ دے نفس تړلے بند پهٔ بند

مونږ ازاد لهٔ نفس شبيره کهٔ لږ شو پهٔ دې مکان

پهٔ دولسم دَ ذي الحجې حاجي ته دا اختيار ورکړے شوے دے کهٔ دے ديارلسم ته پاتې کيږي اؤ کهٔ يو ورځ بله رمي کول غواړي يا دے مکې مکرمې ته تلل غواړي۔پاتې کيدل مستحب دي اؤ د تلو اجازت دے۔کهٔ تلل غواړي نو بيا به دے دَ منیٰ نه دَ نمر دَ پريوتو نه مخکښې مخکښې وځي۔ اوس پہ دوی صرف طواف وداع واجب دے نور هرڅهٔ مکمل شو۔ البتہ دَ عاشقانو خبرہ بیلہ دہ۔ هغوی خو صرف دا لټوي چې زما دَ محبوب څهٔ خوښه ده نو دَدوی دَ پاره دَ منیٰ يو ورځ ميلمستيا نوره پرته ده ۔ ښهٔ پهٔ ارام دې دلته کښې شپهٔ تېره کړي۔ دَ زوال نه پس دې شيطانان پهٔ کوتکاڼيو وولي اؤ بيا دې مکې مکرمې ته روان شي۔ بعضې خلق پهٔ دولسم دَ ذی الحجې دَ تلو پهٔ منډه کښې سامان پهٔ سر مکې مکرمې ته روان شي۔دَدی پهٔ وجه ئې وخته رش جوړ شي اؤ حادثې وشي۔ کاش چې پهٔ دې مونږه پوې وے۔ هم سهولت هم ثواب۔شاعر هم غالباً څهٔ داسې لګيا دے۔

دَ محبوب پهٔ اشارو کهٔ څوک شي پوې اؤلږ هښيار شي

ديارلسم دَ ذي الحجې ته پهٔ منیٰ کښې به حصار شي

واجب نه ده مستحب ده پهٔ منیٰ کښې يو ورځ نوره

محبت باندې به پوې شي کهٔ لږ زړۂ دَ چا بيدار شي

دَ مکې ښار مبارک دے هلته تلل ډېر مبارک دي

خو د يار خوښه چې داده چې تاخير پکښې اختيار شي

ولې تا باندې غدۍ ده کهٔ يو ورځ نور تهٔ شې پاتې

هم خرما ده هم ثواب دے کهٔ پهٔ ما دې څهٔ اعتبار شي

کهٔ دې حج نفلي وي بيا خو دَ ثواب طمع ده غوره

اے شبيره بيا نو وايه دا غزل به دې پکار شي

پهٔ ديارلسم د ذي الحجې دَ زوال نه مخکښې هم دَ شيطانانو دَ ويشتلو اجازت دے خو زوال نہ پس ئې ويشتل مستحب دي لکه څنګه چې شاعر وائی۔

کهٔ تيار شو پهٔ سنتو د عمل مونږه محنت ته

وي به داخوش نصيبي مو ، شو نزدې به نور جنت ته

مونږ رمي دَ ديارلسم کهٔ دَ زوال نه پس شروع کړو

نور ثواب به راملاؤ شي بيا ئې ګوره برکت ته

کهٔ څهٔ لږ پهٔ انتظام کښې مشکلات هم پهٔ دې کښې وي

لهٔ همت ځنې کار واخله دا لار تلي سعادت ته

رب دے تاته عطا کړے لږ دَدې نه تهٔ کار واخله

سستي پريږده ځان لږ چست کړه ترجيح ورکړه عبادت ته

هر مشکل پهٔ دې اسان شي اے شبيره دَ کارونو

بس پهٔ دې کښې کهٔ تاورکړه څهٔ ترجيح لږه سنت ته

مستحب څهٔ شے دے۔خوښ کړے شوے، دَ چا ؟ دَ الله تعالیٰ۔ څنګه ؟ مکې مکرمې ته دَ تلو نه هم ۔عاشق صرف دَ محبوب رضا غواړي۔هغهٔ ته څهٔ نور څهٔ نهٔ ورځي لکه څنګه چې!

کمال دَ عشق دے د ا دَ خپل محبوب خؤلے ته کتل کوه

هغه چې دې ودریٔ نو نور څهٔ مهٔ کړه ودريدل کوه

چې چپ شه درته وائی نو دا خپلې شونډې وګنډه

چې خوښې ئې وي خبرې ستا ،خبرې بيا کول کوه

کهٔ غواړي وقار ستا لهٔ خوا جوړځان نه پروقار کړه تهٔ

کهٔ خوښ یٔی زيليدل وي ستا ، هر وخت بيازيليدل کوه

کهٔ غواري ستا نه مينه نو پهٔ مينه یٔی ور خوږ شه تهٔ

کهٔ غواړي لهٔ ستا ويره نو ډېر زيات ترې ويريدل کوه

ته ئې چې دَ هغهٔ نو دهغهٔ دَ پاره ژوند کوه

اؤ دې سره پهٔ مينه دَ هغهٔ بيا مړ کيدل کوه

داسې حاجيان چې دَ زوال نه پس رمي وکړي نو هغوي دې حرم ته لاړ شي اؤ دَ حرم دَ قرب نه دې تر هغې مستفيد کيږي چې تر څو ئې الله مقدر کښې ليکلي وي۔يو خبره ياده ساتل پکار دي چې هلته دَ اجرونو يو سل اؤ شل حصې دي۔ پهٔ دو کښې شپيتهٔ دَ طواف دَ پاره ، څلويښت دَ نمونځ دَ پاره اؤ شل حصې صرف خانه کعبې ته دَ کتو دَ پاره مختصې دي۔خوش قسمته خلق هغه دي چې دَ وخت قدر کوي۔اؤ پهٔ فضولو ګرځيدو وخت نهٔ ضائع کوي۔دَ فضول ګرځيدو نه ارام بهتر دے اؤ چې ارام وشي نو کار بهتر دے۔لږ بهر وګوریٔ څنګه حرم ته قافلې روانې دي۔

۔دَ حرم پهٔ لور روانې قافلې دي

دَ رحمت دَ خدایٔی عظيمې سلسلې دي

بوډا ګان ځوانان سړي اؤ ښڅې هر څوک

دَ بخښنې پهٔ اميد ټول دلته کښې دي

لارې ډکې دَ حرم دي ټول روان دي

دَ دې ټولو چې وچتې حوصلې دي

ملک و قوم ژبه جدا جدا دَ ټولو

پهٔ يو رخ ځي دا عجئې نظارې دي

ټول پهٔ نور کښې دَکعبې سر تر پښو ډوب دي

دريابونه دَ رحمت چپې چپې دي

فلسفه نهٔ ده دَ عشق دي دا خبرې

دا دنيا بدله ، نورې انديښنې دي

زړه بادشاه دے ، دا خپل زړۂ دلته کښې جوړ کړه

دا دَ زړۂ دَ جوړيدو ښکلي موقعې دي

دَ خدایٔ کور سره دا زړۂ دَ خدایٔ کور جوړ کړه

تاته څهٔ پته صفات کوم پهٔ دې کښې دي

دلته څهٔ شوي ؟ دَ څهٔ نه څهٔ شے جوړ شو

دَ الله نخښې چې دلته کښې پرتې دي

خدايه اوس زړۂ دَ شبير هم دلته جوړ کړې

چۍ بيان کړي ستا دَ مينې چې قصې دي

خانه کعبې ته کتل پکار دي اؤ دَ مينې جامونه څښل پکار دي۔دا يوه موقع ده چې ضایٔع چرته نهٔ شي۔

نوراني کعبه خپل زړۂ کښې اوس کيږدم زۂ

دَ کعبې مخې ته اوس به چې کښينم زۂ

دَ رحمت يو سمندر چې موجزن دے

غواړم دا خپله حصه ترنه واخلم زۂ

زما مخکښې کريمي ده ستا اے ربه

ستا دَ در نه خالي لاس به څنګه ځم زۂ

زما مخکښې دَ رحمت چې پرناله ده

خدايه غواړم چې پهٔ دې ښهٔ ولامبم زۂ

ليوني دَ دې دَدې نه چاپير چورلي

دوی سره غواړم چکر ولګوم زۂ

خدايه ماته تهٔ نصيب مقام دَ عشق کړې

چې هر وختې تعريفونه ستا کوم زۂ

ستا پهٔ در باندې شبير بينواپروت دۓ

فيصله وکړې چې بيا بيا به راځم زۂ

کهٔ تاسو حج نه مخکښې مدينې منورې ته نهٔ يَیٔ تلي چې دَ هغې وخت راشي يا تاسو خپل وطن ته روانيږیٔ نو ډېر پهٔ سوز سره طوافِ وداع وکړیٔ۔

طواف وداع

دَ طوافِ وداع وخت دے لهٔ مکې زۂ روانيږم

وکړم څهٔ زۂ ۔پهٔ دې وخت کښې۔پريشان يم نهٔ پوهيږم

دَ راتلو دلته دَ بيا بيا خواست۔پهٔ زړۂ مې څرګند پروت دے

زهٔ قابل خو دَدې نهٔ يم۔ خو بيا هم ترې نهٔ صبريږم

دَ راتلو پهٔ وخت کښې څومره زۂ۔خوشحال خوشحال راتلمه

اوس دَ غم طوفان راغلے کوزه بره پکښې کيږم

زړۂ مې غواړي چې کعبه دا خپله غيږه۔کښې راواخلم

دا زما بس ليونتوب ۔دے صحيح نه ده ، ښهٔ پوهيږم

دَمات زړونو سره مل دے۔خپل مات زړۂ ورته کړه مخکښې

بس زمونږ نه۔ دې راضي شې اؤ بيا بيا چې حاضريږم

زه شبير پهٔ غم ککړ يم دَ الله دَ در ملنګ يم

ما دې خپل کړي هميشه بس صرف دې وته ترسکيږم

مدينې منورې ته روانيدل

دَ حضورﷺمبارک ارشاد دے چې څوک حج تہ لاړشي اؤ ماتہ رانهٔ شي نو دۂ ماسرہ جفا وکړه۔

دَ ۔مثال پهٔ طور کهٔ يو کس انګلينډ نه څهٔ کار دَ پاره لاهور ته راشي اؤ پهٔ فيصل اباد کښې ئې پلار وي دَ هغهٔ سره ملاؤ نهٔ شي اؤ واپس انګليند ته لاړ شي نو دا پلار به ئې څهٔ وائی۔دَدې دپاره دَ مدينې منورې ته دَ تلو پهٔ وخت نورو تياريو سره سره خپل زړۂ هم تيارول پکار دي يعنی دَ حضور سره دَ ملاقات دپاره ۔ بعضې خلق خوا مخواه د فضيلتونو قصې شروع کړي۔ هغه خلق دا باور وکړي چې الله تعالیٰ مکه مکرمه کښې دے اؤ حضور پهٔ مدينه منوره کښې۔دې بيوقوفانو ته دا وئیل پکار دي چې الله تعالیٰ خو هر ځائے کښې دے اؤ حضور۔ پهٔ مدينه منوره کښې دے۔ مکه مکرمه هم دَ الله ده اؤ مدينه منوره هم دَ الله ده۔مدينې منورې ته د تلو دَپاره دَ حضور دغه ارشاد مبارک کافي دے۔دَدې پاره عقيده خو پهٔ مدينې منورې ته پهٔ تلو کښې زياته مضبوطه ده۔تر څو پورې چې دَ فضيلت خبره ده نو الله تعالیٰ فرماییٔ چې پهٔ دې کښې دَ حضور پهٔ اتباع کښې دَ خدایٔ تعالیٰ محبوب کيدل دي نو اوس سوچ وکړیٔ چې دَ حج نه پس حضور پهٔ مکه مکرمه کښې پاتې شو اؤ کهٔ مدينې منورې ته لاړل۔اتباع پهٔ څهٔ کښې ډېره ده۔دَ الله تعالیٰ محبوبيت پهٔ څهٔ کښې زيات دے۔العياذ بالله زما مقصد دَ مکې مکرمې فضيلت کمول نهٔ دي بلکې صرف دَ يو تفريط اصلاح ده ګني زمونږ مسلک خو دادې چې!

"لهٔ مکې تلل راته ګران دي مدينې ته هم تلل غواړو ۔" البته پهٔ جنت البقيع کښې دَ دفن کيدلو دَ ارمان خبره بله ده۔

بس دَ نور اؤ دَ سرور دے ، يو باران پهٔ مدينه کښې

نزديکت باندې مې زړۂ دے ، ډېر۔فرحان۔پهٔ مدينه کښې

دَ الله فضل پهٔ مونږ دے ،چې دا ځائےئې رانصيب کړو

خوشحاليږم چې محسوس شي ،راته ځان پهٔ مدينه کښې

شين ګنبد راته ښکاريږي ، دَ چتريو لاندې ناست يم

يم ئې فکره چې زما دے ، ټول جهان پهٔ مدينه کښې

دنيا ټيک ده ما راکاږي ، ۔خپل طرف ته دا فطرت دے

خو دَ زړۂ دَ جهان وروره ، دے جانان پهٔ مدينه کښې

پهٔ ژوندني اتباع ئې ، مې نصيب شي پهٔ هر حال کښې

خو دَمرګ ۔مې اے شبيره ، دے ارمان پهٔ مدينه کښے

دَ مدينې منورې سفر

اے زړګيه لږ پهٔ خيال ځه ، مخکښې ستا کوم يو سفر دے

هغه ځائے ته ئې روان تهٔ ، چې کوم ځائے خير البشر دے

اے زړګيه خوش نصيب ئې ، هغه ځائے ته تهٔ روان ئې

چې کوم ځائے کښې وسيدونکے ، دَدې ټول جهان افسر دے

اے زړګيه رحمة اللعالمين ته تهٔ ورځې نن

نعمت دا دے څومره لوئے دا مې دَسوچ ځنې بهر دے

اے زړګيه ورځې تهٔ نن ، چې محبوب دَ پاک الله دے

پهٔ امت خپل ډېر مين دے ،اؤ شفيع ئې پهٔ محشر دے

اے زړګيه نن سلام دَ حاضرۍ به دې نصيب شي

تهٔ ورځه ، خوشحال روښانه دَ شبير نن مقدر دے

مدينه منوره کښې ډېر پهٔ ادب سره وسيدل پکار دي اؤ زړۂ دَ حضور مينې نه هر وخت ډک ساتل پکار دي۔ دَمدينې منورې يوه يوه ذره يو تاريخ لري۔دَدلته يوې يوې ذرې سره مينه لرل دَ فطرت تقاضا ده۔ پهٔ مسجد نبوي کښې دَدې ضرورت نور هم زيات شي او پهٔ روضه مبارکه خو دَ حاضرۍ خبره بالکل جدا ده۔ دا معامله چونکې دَ زړۂ ده نو ځکه چې دَ چا زړۂ کښې دَ حضور مينه وي نو هغه به دا ادب پهٔ خپله پيژني ۔البته کله کله غلط فهمي هم کيدے شي۔ بعضې وخت کښې انسان دَ مينې ليونتوب کښې دَ شريعت دَ آدابو خيال ونهٔ شي لرلے۔ دغه وخت ضرورت وي دَ رهنما۔دَدې دَ پاره دَ هغه ځائے ادب ښهٔ ايزده کول پکار دي اؤ دَ مينې دا کارونه هم د شريعت دَ تقاضو مطابق کول پکار دي۔الله تعالیٰ دې مونږ ته دَدې پوهه نصيب کړي ۔آمين ثم آمين۔

یوه خبرہ یاد ساتل پکار دی چې الله تعالیٰ ته زمونږ دَ زړۂ اؤ دَ حال ښه پته ده۔

دو یٔمه خبره داده چې دلته عاشقان پهٔ لکونو راغلي دي۔ددوی پهٔ زړونو کښې هم څهٔ ارمانونه دي۔

دریٔمه خبره داده چې مستحب دَ الله تعالیٰ خوښ عمل وي ليکن دَدې پهٔ پاتې کيدو باندې الله تعالیٰ نهٔ ناراضه کيږي۔دَدې پهٔ مقابله کښې و اجب دَ الله تعالیٰ خوښ عمل هم دے اؤ دَ هغې پهٔ پاتې کيدو باندې الله تعالیٰ ناراضه کيږي هم، پهٔ دې وجه کهٔ واجب اؤ مستحب کښې مقابله راغله نو واجب اخستل ضروري دي۔

څلورمه خبره داده چې دَ حضور خپل امت سره ډېره مينه ده دَدې دپاره دَدې خيال هم لرل پکار دي چې هسې نه زهٔ چرته دَ حضور ﷺ دَ امت دَ پاره دَ زحمت باعث جوړ نهٔ شم۔

پنځمه خبره داده چې دا ډېر وچت ځائے دے کهٔ دلته هم مونږ دَ خپل مفاد دَ پاره دَ نورو خلقو حقونه غصب کول شروع کړل نو دَدې ډېره سخته سزا کيدے شي۔

پهٔ دې پنځو خبرو لږ غور وکړیٔ اؤ بيا لږ دَ خپل زړۂ نه تپوس وکړیٔ چې رياض الجنت کښې ځائے نيسلو دپاره پهٔ جمات کښې منډه وهل جائز دي؟

کهٔ پهٔ رياض الجنت کښې ځائے چاته ملاؤ شي اؤ دوه رکعته نمونځ هغهٔ کړے وي اؤ ډېر خلق دوه رکعته نمونځ دَ پاره پهٔ انتظار کښې ولاړ وي نو پهٔ داسې حالت کښې هلته نور وخت تېرول جائز دي؟۔

رياض الجنت ته رسيدو دَ پاره دَ نمونځ ګزارو خلقو مخکښې تېريدل جائز دي؟۔

دَ مسجد نبوي پهٔ لارو کښې نفل نمونځ کول جائز دي۔؟

لږ دَ خپل زړۂ مفتي راژوندے کړیٔ نو دَ ډېرو سوالونو جوابونه به درته خپله ملاؤ شي۔ان شاء الله۔

لږ راويښ کهٔ مو دَ زړۂ کړلو مفتي

شي معلوم به ، کوم غلط دي کوم صحيح

خپل حساب مو خپله وکړیٔ پهٔ دې حال کښې

سوچ لږ وکړیٔ دَ مسجدِ نبوي

ځائے وچت دے څومره دا اؤ زمونږ منډې

بيا پهٔ دې کښې دا زمونږه ئې حسي

چې مو وکړو نمونځ رياض الجنت کښې نو

اوس پاسیٔ چې دا نور خلق ئې هم وکړي

کهٔ غلط لهٔ مونږه څهٔ شوي شبيره

اوښکې توې کړه اوس پهٔ دې چې معاف شي

دا ياد ساتل پکار دي چې پهٔ مسجد نبوي کښې لهٔ هر ځائے نه سلام کيدے شي۔ دَدې د پاره پهٔ مسجد نبوي کښې هر وخت پهٔ درود و سلام کښې ځان مشغول ساتل پکار دي۔تلاوت هم کول دي۔بهتره داده چې دلته کوم تلاوت نصيب شي دَ هغې ايصال ثواب حضور ته دې وکړے شي۔

اوښکې سترګو کښې مې دي پهٔ۔زړۂ مې غم دے

چې ماکړے پهٔ خپل ځان ډېر زيات ستم دے

بيا راتلل دَ خدایٔ پهٔ فضل مې نصيب شول

تيرې لاړلې پهٔ زړۂ مې صبحدم دے

عشق خو عشق دے اوس دَ حسن زور وګوره

چې دَ چا دپاره دا ټول زېر و بم دے

اتباع باندې ئی هر څهٔ ملاويږي

خدایٔ پهٔ نزد ئې مقام څومره محترم دے

ګناهګار ؤ سياهکار دلته زۂ راغلم

پهٔ اميد دَ شفاعت ۔مې زړه محکم دے

زه شبير ولاړ پهٔ در چې دَ کريم يم

دَ کريم نه مې اميد ډېر دَ کرم دے

اؤ دغه شان نور !

حاضر دلته همېشه ستاسو غلام وے

اؤ پهٔ تاسو ئې لکاؤ درود سلام وے

راويښ بيا مې شو قسمت شومه حاضر نن

تل مې ستاسو قدمونو کښې مقام وے

ډکه ده لهٔ ګناهونو مې جولۍ خو

شم معاف پهٔ ما دَ خدایٔ دغه انعام وے

ختمه شي دَ ګناهونو سلسله مې

اؤملاؤ راته دَ خدایٔ دَ مينې جام وے

ستا پهٔ مينه اتباع مې ستا نصيب شي

بچ کيدل لهٔ بدعتونو مې مدام وے

شبير ډېر اميد راوړے ستا پهٔ در دے

دَ شېطان خوښه ده دا چې دے ناکام وے

لږ وګوریٔ شاعر دَ مدينې منورې پهٔ باره کښې څهٔ وایٔی۔

خور شوے پهٔ فضا دَ مدينې کښې چې ادب دے

ګفتار پهٔ پست اواز دے دا منظر ډېر زيات عجب دے

خيال زړه کښې دَ هغهٔ لري منزل ئې مدينه ده

راښکلے شي راښکے شي کهٔ عجم دے کهٔ عرب دے

چې زړه مې ور هديه کړۂ دَ اجرونو بيا سودا څهٔ ؟

کافي ده دا چې دا حاضریٔ بس يو سبب دے

يم ناست جمات کښې زړۂ مې پهٔ طرف دَ هغهٔ ، اوري

سلام دَ حاضریٔ چې دلته کښې زما پهٔ لب دے

ديدار دَ خدایٔ ، لهٔ خدايه ولې ونهٔ غواړم دلته

آقا زمونږ قاسم دے اؤ معطي زمونږه رب دے

دَ دوست دَ خدایٔ دَ کور زایٔره خيال کښې دا لره تهٔ

چې حسنِ ادب دلته کښې کوم دے حسنِ طلب دے

اوس واستوه شبيره پرې سلام دَ حاضرۍ چې دي دلته دا جایٔز ، دغه طريق مو دَ مذهب دے

پهٔ رياض الجنت کښې حاضري

پهٔ رياض الجنت کښې دَ نمونځ کولو ډېر ثواب دے۔دې ته دَ جنت ټکړه ويئلي شوي دي۔خو دا ټول هرڅهٔ هله ملاويږي چې بنده پهٔ شريعت روان وي ګني دَ ثواب پهٔ ځائے ګناه هم کيدے شي۔ دَدې پهٔ باره کښې يو څو اشعار۔!

څهٔ انتطار اؤ پهٔ ارام سره

اؤ دَ ادب دَ اهتمام سره

داخل شه تهٔ بيا پهٔ ټکړې دَ جنت

مګر سکون اؤ احترام سره

نمونځ دوه رکعته دلته وکړه ښکلے

دَ نمونځ ګزارو دَ اکرام سره

د نمونځ ګزارو مخکښې تېر نهٔ شې تهٔ

لږ ګرزيدل کوه تهٔ پام سره

نمونځ کوه ډېر تهٔ مختصر دلته کښې

ښکلے چليږه دَ نظام سره

دَ ټول امت وابسته زړه دے ګورې

دَ دغه ځائے دَدې مقام سره

ځان باندې ظلم اے شبيره مهٔ کړه

هر کار کوه پهٔ انتطام سره

پهٔ زيارتونو حاضري

دَ قبا شان( دَ زيارت پهٔ وخت)

اے قبا! ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

چې شاهد دے پهٔ تا دَ خدایٔ دوست اؤ قران

ستا نسبت دے وچت ستا نسبت دے تقویٰ

مات جمات شو هغه مقابل چې ؤ ستا

وايم دا پاک الله دے پهٔ تا مهربان

اے قبا! ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

وو پهٔ پاکو کښې پاک نمونځ ګزار چې وو ستا

کاش چې داسې نصيب شي اے خدايه زما

شم چې پاک چې پاکي خوښوي رب سبحان

اے قبا! ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

اے الله کړې زما دا تقویٰ تهٔ نصيب

چې زما پهٔ کتو شي خوشحال ستا حبيب

کړې شبير تهٔ لهٔ فسق و فجور پهٔ امان

اے قبا!ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

جنت البقيع کښې حاضري دَ خدایٔ دَدوست نه ډېره زياته ثابته ده۔ پهٔ دې کښې اهل بيت طهارؓ،امهات المؤمنينؓ اؤ لوئے لوئے صحابه کرام ؓ دفن دي۔ ۔پهٔ دوی سلام پيش کول پکار دي۔ لکه!

پهٔ مدينه دَ مدينې پهٔ يخ بادونو سلام

پهٔ کاڼیو بوټو فضاګانو اؤ يادونو سلام

دَ شين ګنبد پهٔ نطارو کښې چې ډوب شوي کوم دي

لهٔ اوښکو ډک دَ عاشقانو پهٔ مخونو سلام

کوم چې تېر شوي پهٔ مسجدِ نبوي کښې زمونږ

پهٔ هغه پټ نور کښې زمونږ خپلو وختونو سلام

دا دَ بقيع چې زيارتونه دي ، دي څومره عظيم

دَ قربانۍ اؤ دَ عظمت پهٔ يادګارونو سلام

چې کوم دي خپل زمونږ دَ خوږ نبي پهٔ هغو سلام

زمونږ دَ مياندو پهٔ بقيع کښې پهٔ قبرونو سلام

زمونږ دَ خوږ نبي چې لوڼه دي دفن دلته کښې

وي دې دَ دویٔ پهٔ مرتبو اؤ مقامونو سلام

اؤ چې سرداره دَ جنت دَ ښځو ده سيِّده

دَ حيا ډک چې دَ هغې وو پهٔ کارونو سلام

اؤ پهٔ يو ګوټ کښې چې ودې دي دَحضورﷺ تروريانې

دَ حضورﷺ ټولو دَ رشتې پهٔ نسبتونو سلام

اؤو جماته چې خيمې دَ نيازلو وې دا

دَ مقدس هستو پهٔ داسې نشانونو سلام

وجد کښې راغلو دَ نبيﷺ پهٔ مخ کښے غر دَ احد

لهٔ تکويني محبت ډک پهٔ داسې غرونو سلام

اؤ پهٔ ٔجعفر باقر حسن عباس زين العابدين

دَ اهل سنت دَ بقيع پهٔ دے ګلونو۔سلام

بالکل پهٔ سيد کښې دَ روضې راځي مدفن چې دَ چا

وي پهٔ عثمان ذي النوريڼ دې زمونږ دَ زړونو سلام

هم آدم بدر خليل اؤ زکريا دي دلته

دَ اهل بيت نزدې پهٔ دې پاکو روحونو سلام

خواه کښې دَ قبر دَ سعيد الخدري پروت دے زمونږ

صوفي اقبال دَ هغوی هم پهٔ ښو کارونو سلام

امير حمزه چې دے سردار دَ شهيدانو باندې

وي دې سلام دَ شهداء پهٔ زيارتونو سلام

نخښه دَ پاکو خلقو ده چې يعني مسجد قبا

تعريف شده پهٔ هغو پاکو عادتونو سلام

دا قبلتين مسجد چې نخښه دَ اتباع ښکاريږي

پهٔ ملاؤ شوؤ دې عظيم بشارتونو سلام

کوم چې دَ عشق پهٔ ژبه دلته مؤمنان پيش کوي

له مينې ډک پهٔ هغه پيشو سلامونو سلام

اف زۂ شبير او دې دربار کښې حاضري دا زما

وي دَ حضورﷺ دې پهٔ کلهمو نسبتونو سلام

الوداعي سلام

کله چې دَ مدينې منورې نه دَ تلو وخت راشي نو دَ الوداعي سلام پهٔ وخت دې دَ خپل محبت ښهٔ جائز اظهار وکړے شي۔دَ دوباره دَ حاضرۍ دپاره دې دعا هم دغه وخت وکړے شي اؤ دَ مدينې منورې نه دَ رخصتيدو پهٔ وخت کښې دې زړۂ دَ درد نه ډک وي اؤ پهٔ ژبه دې درود شريف جاري وي۔

دَ فرقت وخت اخر راغے غم پهٔ ما باندې شو سور

زړۂ زما پهٔ غم غمژن دے د غم بيا راغللو دور

پهٔ ادب سره لهٔ دې ځايه رخصت شمه خاموش يم

د الله دَ امر وشوه اشاره پهٔ داسې طور

زړه دَ دې ځائے سره وتړم دَ مينې پهٔ زنځير

چا پوې کړمه پهٔ دې باندې ځکه نهٔ کوم پرې شور

دا دعا ده چې بيا بيا دلته زما راتلل منظور شي

دے ارمان مې چې اخر کښې زما جوړ شوے دلته ګور

اے شبيره تهٔ بنده ئې حق ادا دَ بندګۍ کړه

پهٔ رضائې تهٔ راضي شه هيڅ بې هيڅه مهٔ کړه زور

دَ حج پهٔ دوران کښې دَ تصويرونو ويستلو يو لعنت

دا خراب عادت نن سبا ډېر عام دے چې عين دَ جمُعې پهٔ وخت دَ خطبې دوران کښې بعضې حاجياڼ ودريږي اؤ تصويرونه جوړوی۔دې ځل دَ مسجد نبوي امام پهٔ دې باندے نکير وفرمايئلو چې دا حرام دي ليکن خلق دَ خودنمايَیٔ دَ جذبې نه داسې مجبور وي چې هيڅ خبره پرې اثر نهٔ کوي۔دَدې فقهي ممانعت خو هم غټه خبره ده ليکن دَدې نه علاوه ډېره غټه خبره داده چې پهٔ داسې موقعو چې پکار دي چې زړۂ دې صرف الله تعالیٰ طرف ته متوجه وي۔ دَ زړۂ داسې لهو لعب طرف ته متوجه کيدل ډېره دَ خطرې خبره ده لکه چې شاعر وايیٔ۔

زړۂ کښې ګند چې کوم يو پروت وي پهٔ نظر هغه راتلل کیٔ

نفس کښې شر چې کوم موجود وي هغه خلق نښلول کیٔ

دَ کعبې پهٔ نزديکت کښې پهٔ طواف کښې مناسک کښې

پوز جوړیٔ دې کښې مشغول وي تصويرونه وباسل کیٔ

دغه حج خو عبادت دے تکميلي مظهر دَ عشق دے

نو پهٔ دې کښې دَ دنيا خيال زړه کښې څنګه راوستل کیٔ

ده پکار چې خبردار يو لهٔ دښمن خپل مونږ هر وختې

چې دے څنګه دا اوقات زمونږ چې دي ضایٔع کول کیٔ

کاش حاجي لږ ځان خبر کړي دَ قيمت نه دَ خپل وخت هم

نقصان څومره دَدۂ کيږي ، اؤ پرې ځان نهٔ خبرول کیٔ

پهٔ طواف کښې مو دې تن وي اؤ وي زړه مو دې بل ځائے کښې

څنګه زړۂ دے چې موبائیل سره ځان مشغولول کیٔ

دا طواف خو يو اظهار دَ تعلق دَ خدایٔ سره دے

پهٔ طواف کښې سکون څنګه غېر سره محسوسول کیٔ

دا زړګے دې لږ بلد کړه دَ هغهٔ دَ نوم سره چې

دَ هغهٔ سره چې وي هغهٔ سره مشغوليدل کیٔ

زړه دې څنګه وي شبيره دا چل هم ايزده کول دي

لږ معلوم ئې کړه چې څوک دے چې دا زړونه سمول کیٔ

دَ نمونځ پهٔ مسٔلو کښې غفلت

بعضې حاجيان حج خو کوي ليکن دَ نمونځ پهٔ مسٔلو کښې ډېر دَ غفلت نه کار اخلي۔دَدې غټه وجه دا معلوميږي چې هلته خو چونکې دَ هرې طبقې خلق راځي، ۔پهٔ دې کښې بعضو خلقو ته دَ مسٔلو پته نهٔ وي اؤ بعضې ئې پرواه وي۔دَدویٔ پهٔ کتو کتو نور خلق چې کوم پهٔ خپل وطن کښې احتياط نه کار اخلي هغویٔ هم ئې پرواهي شروع کړي۔لکه چې شاعر وايیٔ۔!

دين تباه کړو خلقو خپله پهٔ سستۍ

چې کارونه کړي دَ خپل نفس پهٔ مرضۍ

چې صفحه دَ طهارت وه وشليدله

اهميت نشته دَ نمونځ ، نهٔ دَ پاکیٔ

دَ اتصال اهميت نشته دَ صفونو

چې تپوس ترې وکړې ځان بيا غصه کیٔ

خشوع نشته دَ عملِ کثير حد نشته

موبايئل خو زړه پهٔ نمونځ کښې هم لوبیٔ

دَ سستۍ علاج چستي ده اے شبيره

پهلوان دے چې څوک خپل نفس راپرزیٔ

دَ وادي جن مغالطه

مدينې منورې نهٔ تقريباً 35 کلوميتره دَ وادي بيضاء پهٔ نوم يوه وادي ده ۔ دا نن سبا خلقو پهٔ وادي جن مشهوره کړي ده۔دَ دې پهٔ باره کښې دا خبره مشهوره شوي ده چې پهٔ چړايَیٔ باندې بند انجن سره ګاډے تقريباً 100کلوميتره رفتار باندې چليږي۔دَ ګاډو والو خو مزې شوې اؤ خلق ويني چې مدينې منورې نه ګاډي پهٔ يو شاړ سړک روان دي۔الله تعالیٰ پهٔ هرڅهٔ قادر دے ليکن دَ حديث شريف نه دا معلوميږي چې تحقيق نه بغير خبره بل ته ويئل دروغو کښې راځي نو ځکه زمونږ پهٔ زړه کښې دا خواهش راپورته شو چې دَدې صحيح تحقيق وشي۔ که څوک تپوس وکړي چې ورته دَ صحيح خبرې کولو قابل شو۔

جنيد صاحب زمونږ ملګرے دے اؤ مدينه منوره کښې کار کوي ۔هغهٔ ته مو ووې چې ګاډے راولي چې هلته خپله لاړ شو اؤ تحقيق وکړو۔ما خپل دوه ملګري ډاکټر مدثر اؤ جناب زين العابدين صيب ځان سره کړل اؤ دَ جنيد صاحب پهٔ ګاډي کښې وادي بيضاء ته لاړو۔ دَ خپل ځان سره مو يو ګلاس ،اوبه ،يو پيمانه اؤ يو قطب نما واخستل۔ چې کله خپل مطلوبه ځائے ته ورسيدو نو مونږه وکتل چې هلته خټ دے۔ مدينې منورې ته چې کوم سړک راځي نو هلته اول تيزه اترايیٔ راځي بيا لږه چړائی راشي اؤ ورپسې بيا تيزه اترايیٔ شروع شي۔ دا بيا تر ديرشو کلوميترو پورې سړک دے ۔ ۔پهٔ دې باندې مو پهٔ نيوټرل کښې ګاډے پريښو نو پهٔ ورو ورو روان ؤ۔خبره عجيبه وه خو تجربه اوس کول وو۔ګلاس مو دَ اوبو نه نيم ډک کړو۔ دَ سړک دواړو طرفو ته مو پهٔ ګلاس کښې دَ اوبو ژورتيا دَ پيمانې پهٔ ذريعه معلومه کړه نو معلومه شوه چې مدينې منورې طرف ته ژورتيا0.2 سنټي ميټره زياته ده ۔ دَدې نه پته دا ؤلګيده چې مديني منورې طرف ته چړايیٔ نهٔ وه بلکه اترايیٔ وه ،البته دَدې زاويه صرف تقريباً دوه درجې معلومه شوه۔ تقريباً شلو ميټرو پورې دا اترايیٔ دغه شان لږه وه ليکن دې نه پس مو چې حساب وکړو نو دا تقريباً پنځهٔ درجې ته ورسيده ۔دغه ځائے کښې ګاډے هم تيز شوے ؤ۔دَ ټول تحقيق نتيجه راووته چې مدينې منورې طرف ته چړايیٔ نه بلکه اترايیٔ ده۔ اول کمه اؤ بيا زياته۔ ۔خلقو ته چونکې اول بظاهر چړايیٔ ښکاري نو چې ګاډے اول پهٔ ورو ورو روان شي نو پهٔ عالمَ تحير کښې لاړ شي اؤ بيا چې واضحه اترايیٔ شروع شي نو دَ عالم تحير پهٔ وجه ورته دَ هغې پته هم ونهٔ لګي اؤ دَ زياتې اترايیٔ پهٔ وجه رفتار تر سلو کلوميټرو هم ؤرسي۔ پهٔ دې دَ خلقو تحير نور هم زيات شي۔ اؤ دغه شان دا دهوکه برقراره ساتلو کښې کامياب شي۔

اترايیٔ چړايیٔ څنګه ښکاره شوه؟

اګرچې پهٔ تکنيکي بنياد دَ تجربې نه پس خو دا واضحه شوه چې مدينې