پارہ 26

سُوْرَۃُ الْاَحْقَافِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمْسٌ وَّ ثَلٰثُوْنَ اٰیَۃً وَّ اَرْبَعُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ احقاف مکّه کښې نازل شوے دے پهٔ دې کښې پنځهٔ دیرش آیتونه اؤ څلور رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

حٰمٓۚ۝۱

ترجمه: حا ۔ میم ۔

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ۝۲

ترجمه: نازلؤل دَ کتاب دی دَ الله ډېر زبردست حکمتونو خاوند دَ طرف نه ،

مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَ اَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَمَّاۤ اُنْذِرُوْا مُعْرِضُوْنَ۝۳

ترجمه: مونږ چې جوړ کړی دی آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې دَ دې دواړو ترمینځه دی نو پهٔ حقه اؤ تر یوې مقررې نېټې ۔ ف۱ اؤ څوک چې منکر دی هغوی چې (دَ الله دَ عذاب نه) وویرؤلی شی نو مخ واړوی ۔ ف۲

ف۱: یعنی آسمان اؤ زمکه اؤ دَ دنیا دا ټوله کارخانه الله تعالیٰ بې کاره نهٔ ده پیدا کړے بلکې دَ یو خاص غرض دپاره ېٔ پیدا کړے ده ۔ تر یوې خاصې نېټې اؤ مقرر وخته پورې به دغه شان روانه وی تر هغې چې آخری نتیجه ېٔ څرګنده شی ۔ دغه آخرت دے ۔

ف۲: یعنی دَ خپل خراب انجام نه نهٔ ویریږی اؤ دَ آخرت تیارې نهٔ کوی ۔ چې دَ آخرت خبره ورته کوے نو ځان پرې داسې ناجاڼه کړی لکه چې هډو اوری ېٔ نه ۔

قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَرُوْنِیْ مَا ذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ١ؕ اِیْتُوْنِیْ بِكِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ هٰذَاۤ اَوْ اَثٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۴

ترجمه: تهٔ ووایه تاسو خو وګوریٔ څوک چې تاسو بلیٔ دَ الله نه غیر ما ته وښییٔ چې دوی څهٔ شے پیدا کړے دے پهٔ زمکه کښې یا دَ دوی څهٔ شراکت دے پهٔ آسمانونو کښې ۔ ف۳ راؤړیٔ ما ته یو کتاب دَ دې نه وړومبنے یا یو داسې علم چې دَ مخکښې نه راځی کهٔ تاسو رښتونی یئ ۔ ف۴

ف۳: یعنی الله تعالیٰ خو دا آسمانونه اؤ زمکه اؤ دا ټول مخلوق پیدا کړے دے نو تاسو پهٔ رښتیا دَ خپل زړهٔ نه تپوس وکړیٔ چې آیا پهٔ دې آسمانونو اؤ زمکه کښې څهٔ ټوکړه دَ الله نه غیر بل چا پیدا کړے ده یا پیدا کؤلے شی؟ کهٔ نهٔ وی نو بیا داسې څیزونه دَ الله سره پهٔ خداییٔ کښې پهٔ څهٔ شریکویٔ ، بلکې دَ الله نه ېٔ هم زیات ګڼیٔ ، دا پهٔ څهٔ؟

ف۴: یعنی کهٔ تاسو دَ شرک پهٔ دعویٰ کښې رښتونی ییٔ نو چرته پهٔ یو آسمانی کتاب کښې راته وښییٔ یا څهٔ مضبوط عقلی دلیل باندې ېٔ ثابت کړیٔ ۔ داسې عقلی دلیل چې هوښیارانو منلې وی اؤ دغه شان تسلیم شوه راغلے وی ۔ نو پهٔ کوم څیز چې نهٔ مضبوط عقلی دلیل شته اؤ نهٔ چرته آسمانی کتابونو کښې شته ۔ نو داسې بې سره خبره به څوک څهٔ منی؟

وَ مَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ یَّدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَنْ لَّا یَسْتَجِیْبُ لَهٗۤ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ وَ هُمْ عَنْ دُعَآىِٕهِمْ غٰفِلُوْنَ۝۵

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ نه زیات ګمراه څوک دے چې بلی دَ الله نه غیر داسې شے چې دَ آواز ځواب نهٔ شی ورکؤلے دَ قیامت تر ورځې اؤ هغوی دَ دوی دَ چغو نه بې خبره دی ۔ ف۵

ف۵: یعنی دَ دې نه زیات غلط کار به بل څهٔ وی چې یو سړے قادرِ مطلق اؤ حقیقی مالک اؤ خالق پرېږدی اؤ دَ بې ساه اؤ بې اختیاره څیزونو نه خپل مرادونه غواړی چې هغوی ېٔ پهٔ خپل اختیار هېڅ امداد نهٔ شی کؤلے ۔ امداد خو پرېږده چې دَ کاڼی بتان خو ېٔ هډو هم نهٔ شی اورېدې اؤ فرښتې یا پېغمبران هم صرف هغه خبره اورېدې اؤ هغه کار کؤلے شی دَ کوم چې ورته دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه اجازت وشی ۔ پهٔ خپل اختیار هېڅ هم نهٔ شی کؤلے ۔

وَ اِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوْا لَهُمْ اَعْدَآءً وَّ كَانُوْا بِعِبَادَتِهِمْ كٰفِرِیْنَ۝۶

ترجمه: اؤ کوم وخت چې خلق راغونډ کړی شی دغه (باطل معبودان) به وی دَ دوی دښمنان اؤ وی به دَ دوی دَ عبادت نه منکر ، ف۶

ف۶: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ چې دَ امداد سخت حاجت وی دا دَ الله نه غیر معبودان دَ خپلو عبادت کؤنکیو امداد به نهٔ شی کؤلے ۔ بلکې سخت نفرت به ترې کوی اؤ دښمن به ېٔ ګڼی مقابلې ته به ورته ولاړ وی بلکې تر دې به ووائی ”مَا کَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ“ (قصص ، رکوع ۷) (دې خلقو خو هډو زمونږ عبادت کؤلو نه) تاسو سوچ وکړیٔ چې پهٔ داسې وخت کښې به ېٔ دَ هغه عبادت کؤنکیو دَ افسوس اؤ ارمان څهٔ حال وی ۔

وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ١ۙ هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌؕ۝۷

ترجمه: اؤ کوم وخت چې واورؤلے شی دوی ته زمونږ آیتونه صفا صفا ، وائی کافران حقې خبرې ته کله چې ور ورسی دا خو څرګند جادو دے ۔ ف۷

ف۷: یعنی دې خلقو سره دَ خپل انجام هېڅ فکر نشته ۔ نصیحت ته بالکل غوږ نهٔ ږدی بلکې کله چې ورته دَ قرآن آیتونه واورؤلے شی نو پهٔ جادو ېٔ واړوی (اؤ غور پرې نهٔ کوی)۔

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ١ؕ قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَلَا تَمْلِكُوْنَ لِیْ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا١ؕ هُوَ اَعْلَمُ بِمَا تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ١ؕ كَفٰی بِهٖ شَهِیْدًۢا بَیْنِیْ وَ بَیْنَكُمْ١ؕ وَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ۝۸

ترجمه: آیا وائی دا کافران چې دا (قرآن) ېٔ دَ ځانه جوړ کړے دے ۔ ف۸ تهٔ ورته ووایه کهٔ ما دَ ځانه جوړ کړے وی نو تاسو ما ته څهٔ خیر نهٔ شیٔ را رسؤلے دَ الله پهٔ مخکښې هېڅ هم ف۹هغه ښهٔ خبر دے پهٔ کومو خبرو کښې چې تاسو لګیا ئ کافی دے هغه حق څرګندؤنکے زما اؤ ستاسو ترمینځه ف۱۰ اؤ هم هغه دے ډېر بخښونکے مهربانه، ف۱۱

ف۸: یعنی دې ته دَ جادو وئیلو نه زیاته قبیحه اؤ خرابه دعویٰ دوی کوی چې قرآن شریف ده پخپله جوړ کړے راؤړے دے اؤ دَ دروغو طوفان الله طرف ته منسوب کوی۔ العیاذ بالله۔

ف۹: یعنی پهٔ الله باندې دروغ جوړؤل خو ډېر غټ جرم دے اؤ بفرضِ محال کهٔ زهٔ داسې جرأت وکړم نو پهٔ خپله به ځان دَ الله دَ غضب اؤ سختې سزا ته ور وړاندې کړم نو تاسو خپله فکر وکړیٔ چې کوم بنده چې پهٔ څلویښت کاله کښې چرته بندیانو سره هم دروغ نهٔ وی وئیلی اؤ پهٔ هره معامله کښې دَ الله دَ ویرې رپی هغه به پهٔ الله باندې دروغ څنګه جوړ کړی ۔ اؤ داسې غټ مصیبت ته به ځان څنګه وړاندې کړی چې هېڅ طاقت ېٔ بیا نهٔ شی بچ کؤلے ۔ اؤ فرض کړیٔ کهٔ زهٔ تاسو پهٔ دروغو خطا کړم اؤ ټول زما تابع شیٔ لېکن الله رانه ناراضه شی نو دَ هغهٔ کوم قهر اؤ غضب چې پهٔ دروغژنو راځی ، آیا تاسو به ما دَ هغې غضب نه خلاص کړې شیٔ ۔ اؤ کهٔ الله راته څهٔ نقصان را رسوی نو تاسو به مې ترېنه بچ کړې شیٔ؟ (هرګز نه) آخر تاسو زما څلویښت کالنی ژوند ته وګوریٔ چې زهٔ دومره بې باکه ، بې ویرې اؤ دومره کم عقل نهٔ یم چې دَ مخلوق دَ خوشحالؤلو یا تابع کؤلو دپاره خپل خالق دَ ځان نه خفه کړم ۔ بهرحال (نعوذ بالله) کهٔ زهٔ دروغژن یم نو دَ هغې نقصان زما پهٔ سر دے۔

ف۱۰: یعنی کوم کارونه چې تاسو کویٔ اؤ پهٔ کوم بې کاره اؤ فضول کارونو کښې چې خپل قدرمن وخت خرابویٔ اؤ دَ خپل انجام درسره هېڅ فکر نشته ۔ دَ دې هر څهٔ نه الله تعالیٰ ښهٔ خبر دے ۔ کهٔ تاسو دَ الله رښتونی رسولﷺ ته دروغژن واییٔ نو خپله پوهه شیٔ چې نتیجه به ېٔ څهٔ وی کوم وخت چې الله ته مخامخ شیٔ ۔ الله ته زما حال هم معلوم دے اؤ ستاسو هم اؤ هر یو ته به دَ خپل عمل مناسب بدله ورکوی ۔ زهٔ هم هغه دَ ځان اؤ ستاسو ترمینځه ګواه کوم هغه به ېٔ پهٔ خپل قوم اؤ فعل ښهٔ واضح کړی چې رښتونے څوک دے اؤ دروغژن څوک ۔

ف۱۱: یعنی کهٔ اوس مو دَ خپلو خرابو عقیدو اؤ ناکاره کارونو نه توبه وویسته نو الله تعالیٰ به معافی درکړی اؤ دا هم دَ هغهٔ مهربانی اؤ فضل دے چې سره دَ دې چې ستاسو پهٔ ګناهونو خبر دے اؤ بیا هم سمدستی سزا نهٔ درکوی ۔

قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَ مَاۤ اَدْرِیْ مَا یُفْعَلُ بِیْ وَ لَا بِكُمْ١ؕ اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ وَ مَاۤ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ۝۹

ترجمه: تهٔ ورته ووایه زهٔ څهٔ ناشنا رسول نهٔ یم راغلے ، ف۱۲ اؤ زهٔ نهٔ یم خبر چې څهٔ به کیږی زما سره اؤ له تاسو سره ، زهٔ خو پهٔ هغې روان یم څهٔ چې ما ته حکم کیږی اؤ زما کار خو دا دے چې تاسو (دَ الله دَ عذاب نه) ویرؤم صفا صفا، ف۱۳

ف۱۲: یعنی زما خبرې درباندې داسې بدې ولې لګی زهٔ څهٔ داسې ناشنا خبرې خو نهٔ کؤم چې دې نه مخکښې پهٔ دنیا کښې بل هېچا نهٔ وی کړے ۔ دَ نبوت سلسله خو دَ دنیا آبادېدو سره شروع شوے ده اؤ پهٔ هره زمانه کښې هر نبی هم دغه دَ توحید تبلیغ کړے دے اؤ څنګه چې نورو رسولانو دَ خپل رسالت دعویٰ کړے ده دغه شان زهٔ هم وایم چې الله دَ مخلوق دَ هدایت دپاره دَ ټولو نبیانو پهٔ آخر کښې زهٔ راستؤلے یم ۔ زما دَ رسالت خبر مخکښینیو رسولانو خپلو قومونو ته ورکړے دے نو پهٔ دې لحاظ هم زما دا دعویٰ څهٔ ناشنا خبره نهٔ ده بلکې دَ تېرو رسولانو دَ خبرې تصدیق دے څهٔ نوے خبره نهٔ ده بلکې دَ تېرو رسولانو دَ پیشنګوئیو تصدیق ستاسو دَ وړاندې دے نو منل ېٔ پهٔ تاسو ولې داسې ګران شو ۔

ف۱۳: یعنی زما دَ دې سره څهٔ غرض نشته چې زما دَ کار آخری نتیجه به څهٔ وی اؤ الله تعالیٰ به تاسو سره اؤ ما سره څهٔ کوی اؤ نهٔ پهٔ دې وخت زهٔ تاسو ته دَ خپل انجام اؤ ستاسو دَ انجام پوره تفصیل ښودل غواړم ۔ البته یوه خبره درته کؤم چې زما کار صرف دَ الله حکم منل اؤ خلق دَ کفر اؤ نافرمانیٔ دَ خراب انجام نه پوره پوره خبرؤل دی ۔ مخکښې به څهٔ پیښیږی دَ دې تفصیل معلومؤلو کښې خیر نشته ۔ دَ بنده کار دَ خپل مالک حکم منل دی اؤ بس۔

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَ كَفَرْتُمْ بِهٖ وَ شَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْۢ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی مِثْلِهٖ فَاٰمَنَ وَ اسْتَكْبَرْتُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۠۝۱۰

ترجمه: تهٔ ووایه ښه نو تاسو خو ګوریٔ کهٔ دا (قرآن) راغلے وی دَ الله دَ طرفه اؤ تاسو ترې انکار وکړو اؤ ګواهی ورکړی یو ګواه دَ بنی اسرائیلو نه دَ یو داسې کتاب بیا هغهٔ یقین وکړو اؤ تاسو لوئی وکړه ، بېشکه الله لار نهٔ ورکوی ګناهګارو ته ، ف۱۴

ف۱۴: پهٔ هغه زمانه کښې دَ عربو مشرکان جاهلان دَ بنی اسرائیلو دَ علم اؤ فضل نه ډېر مرعوب وو ۔ کله چې حضور اکرمﷺ دَ نبوت دعویٰ وکړه نو مشرکانو پهٔ دې حقله دَ بنی اسرائیلو دَ عالمانو نه پښتنه وکړه ۔ غرض ېٔ دا وهٔ چې دوی به ېٔ تکذیب وکړی نو مونږ ته به یوه خبره پهٔ لاس راشی ۔ لېکن دَ مشرکانو دا غرض ترسره نهٔ شو ۔ الله تعالیٰ دَ بنی اسرائیلو دَ عالمانو پهٔ خلهٔ هم دَ خپل نبی تصدیق اؤ تائید وکړو ۔ یواځې پهٔ دې خبره نه چې دَ هغوی سره هم آسمانی کتاب وهٔ اؤ دَ نبی دَ حیثیت نه خبر وو ۔ دَ نبوت دعویٰ ورته څهٔ نوے شے نهٔ ښکارېدل بلکې دَ بنی اسرائیلو ځنو انصاف پسند عالمانو دا اقرار هم وکړو چې بېشکه زمونږ پهٔ آسمان کتاب کښې دَ عربو دَ یو عظیم الشان رسول خبر ورکړې شوے دے اؤ دا رسول هم هغه معلومیږی ۔ اؤ دا کتاب هم هغه شان دے دَ کوم چې زمونږ پهٔ کتاب کښې مونږ ته خبر راکړې شوے دے ۔ دَ یهودو دَ عالمانو دا ګواهی دَ هغه پیشنګوییٔ پهٔ وجه وه کومې چې سره دَ ډېر تحریف (ردو بدل) نه اوس هم پهٔ توریٰت کښې موجودې دی ۔ دَ بنی اسرائیلو دَ ټولو نه لوی پېغمبر حضرت موسٰیؑ زرګونه کاله مخکښې خپل قوم ته دا وئیلی وو چې ستاسو پهٔ وروڼو بنی اسماعیلو کښې به هم زما پهٔ شان یو رسول راځی ۔ دغه وجه وه چې دَ بنی اسرائیلو انصاف پسندو عالمانو لکه عبدالله بن سلامؓ وغېره چې حضور اکرمﷺ ولیدو نو وې وئیل:

اِنَّ هٰذَا الْوَجْهَ لَیْسَ بِوَجْهٍ کَاذِبٍ ۔

(دا څهره دَ دروغژن څهره نهٔ ده)

نو هغوی پهٔ رسول اللهﷺ ایمان راؤړو اؤ دَ قرآن تصدیق ېٔ وکړو ۔ دَ دې ټولو شهادتونو سره چې بیا هم څوک دَ خپل جهر اؤ کبر غرور پهٔ وجه دَ حق قبلؤلو نه انکار کوی نو دَ دې نه غټ ظلم اؤ غټه ګناه به بل څهٔ وی اؤ دَ داسې ظالم دَ عذاب نه بچ کېدو څهٔ طمع کېدے شی ۔

وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْ كَانَ خَیْرًا مَّا سَبَقُوْنَاۤ اِلَیْهِ١ؕ وَ اِذْ لَمْ یَهْتَدُوْا بِهٖ فَسَیَقُوْلُوْنَ هٰذَاۤ اِفْكٌ قَدِیْمٌ۝۱۱

ترجمه: اؤ وائی کافران ایماندارو ته کهٔ دا دین بهتر وې نو دوی به نهٔ وې ورمنډه کړے زمونږ نه وړاندې ۔ ف۱۵ اؤ چې دوی پهٔ لار نهٔ شو دَ هغهٔ پهٔ وینا نو اوس به دوی وائی دا خو پخوانی دروغ دی، ف۱۶

ف۱۵: یعنی کمزوری اؤ غریبان خلق ایمان راوړی اؤ سرداران اؤ مالدار خلق نهٔ راوړی ۔ نو کهٔ دا ښهٔ کار وې نو هوښیار اؤ مالدار به ور مخکښی شوی وو اؤ غریبان به ېٔ ورته نژدے هم نهٔ وو پریٔښی ۔

ف۱۶: یعنی پخوا راسې ځنې خلق دغه شان خبرې کوی ۔ شاید چې دا دَ ”شَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْۢ بَنِیْۤ اِسْرَائِیْلَ“ اؤ ”مَا کُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ“ ځواب دے دَ کافرو دَ طرف نه ۔

وَ مِنْ قَبْلِهٖ كِتٰبُ مُوْسٰۤی اِمَامًا وَّ رَحْمَةً١ؕ وَ هٰذَا كِتٰبٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِیًّا لِّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا١ۖۗ وَ بُشْرٰی لِلْمُحْسِنِیْنَۚ۝۱۲

ترجمه: اؤ دَ دې نه وړومبے وهٔ کتاب دَ موسٰی لار ښودونکے اؤ رحمت اؤ دا کتاب دے دَ هغې تصدیق کؤنکے پهٔ عربیٔ ژبه چې وویروی ګناهګار اؤ زیرې ورکړی نیکانو ته، ف۱۷

ف۱۷: یعنی دا پخوانیٔ خبره دروغ نهٔ ده رښتیا ده ۔ دَ قرآن دَ نازلېدو نه سوونو کاله مخکښې توریٰت هم دغه تعلیم ورکړے دے اؤ وروستو نسلونو ته ېٔ دغه نصیحت پریٔښې دے اوس قرآن هم دغه خبره کوی ۔ غرض دا چې دا دواړه کتابونه دَ یو بل تصدیق کوی اؤ دغه شان نور آسمانی کتابونه هم دی ۔ دَ ټولو بنیادی عقیده توحید اؤ دوباره ژوند اؤ حساب کتاب کښې هېڅ فرق نشته ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَۚ۝۱۳

ترجمه: بېشکه چا چې ووې رب زمونږه الله دے بیا پهٔ دې قائم پاتې شو نو نشته څهٔ خوف پهٔ دوی اؤ نهٔ به دوی غمژن وی ۔ ف۱۸

ف۱۸: دغه شان یو آیت پهٔ سورتِ حٰمٓ السجده کښې تېر شوے دے ۔ دَ هغې تفسیر وګوریٔ ۔

اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ۚ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۴

ترجمه: دغه دی جنّتیان همېشه به وسی پهٔ دې کښې پهٔ بدله دَ هغه (نیکو) کارونو کښې چې دوی کؤل ۔ ف۱۹

ف۱۹: یعنی دَ خپل نیک عمل پهٔ برکت اؤ دَ خپل رب پهٔ فضل و کرم به همېشه پهٔ جنّت کښې وسی ۔

وَ وَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ اِحْسٰنًا١ؕ حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ كُرْهًا وَّ وَضَعَتْهُ كُرْهًا١ؕ وَ حَمْلُهٗ وَ فِصٰلُهٗ ثَلٰثُوْنَ شَهْرًا١ؕ حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَ بَلَغَ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً١ۙ قَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَ عَلٰی وَالِدَیَّ وَ اَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَ اَصْلِحْ لِیْ فِیْ ذُرِّیَّتِیْ١ؕۚ اِنِّیْ تُبْتُ اِلَیْكَ وَ اِنِّیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ۝۱۵

ترجمه: اؤ مونږ حکم ورکړو بنیادم ته دَ مور پلار سره دَ نیکیٔ ف۲۰ پهٔ ګېډه کښې وګرځؤلو مور پهٔ تکلیف سره اؤ وې ځیږؤلو پهٔ تکلیف ف۲۱ اؤ پهٔ حمل کښې پاتې کېدل دَ دهٔ اؤ دَ پیو نه خلاصؤل ېٔ دیرش میاشتې دی ۔ ف۲۲ تر دې چې کله ورسېدو خپل طاقت ته اؤ ورسېدو څلویښتو کالو ته ف۲۳ وې وئیل اے ربه زما نصیب کړه چې شکر وکړم ستا دَ هغه احسان چې تا پهٔ ما اؤ زما پهٔ مور پلار دې کړے دے اؤ چې وکړم داسې نیک کارونه چې تهٔ پرې راضی شې اؤ ما ته راکړه نیک اولاد، ما توبه وکړه تا ته اؤ زهٔ یم تابعدار ۔ ف۲۴

ف۲۰: پهٔ قرآن کښې ډېر ځایه الله تعالیٰ دَ خپل ځان دَ حقونو سره دَ مور پلار حقونه هم بیان کړی دی ۔ ځکه چې حقیقی خالق اؤ پالونکے خو الله تعالیٰ دے لېکن پهٔ عالمِ اسباب کښې پهٔ ظاهره مور پلار دَ ماشوم دَ پیدا کېدو سبب اؤ دَ هغهٔ دَ پرورش ذریعه جوړیږی ۔ ځکه دَ الله تعالیٰ دَ حقونو سره جخت دَ مور پلار حقونه بیانیږی ۔ دلته هم وړومبی آیت ”اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللہُ ثُمَّ سْتَقَامُوْا“ کښې دَ الله تعالیٰ حق بیان شوے وهٔ ۔ اوس پهٔ دې آیت کښې دَ مور پلار پهٔ حقله بندیانو ته حکم دے چې دَ مور پلار قدر عزت کویٔ ۔ دَ هغوی خدمت کویٔ اؤ هر حکم ېٔ منیٔ ۔ بل ځائې کښې حکم دے کهٔ دَ چا مور پلار کافران وی هم اولاد ته پکار دی چې ښهٔ سلوک ورسره کوی بیا خاص دَ مور حق خو دَ پلار نه هم زیات دے لکه دَ صحیح احادیثو نه چې معلومیږی ۔

ف۲۱: یعنی حمل چې دَ څو میاشتو شی نو پهٔ مور ېٔ بوج دروند شی ۔ دَ دغه بوج پهٔ ګرځؤلو اؤ پیدائش پهٔ وخت ېٔ مور بې حسابه تکلیف برداشت کوی بیا ورباندې خپل پئ څښؤل اؤ پهٔ وړوکوالی کښې دَ بچی حفاظت اؤ پرورش کؤل هم څهٔ آسان کار نهٔ دے ۔ مور دَ بچی دَ آرام دپاره خپل هر آرام و راحت قربان کړی ۔ پلار هم ورسره دَ پرورش پهٔ اسبابو برابرؤلو کښې برابر محنت اؤ کوشش کوی اؤ پهٔ هر غم درد کښې ورسره برابر شریک وی ۔ بېشکه دا ټول کارونه دَ فطرت تقاضا ده لېکن هم دَ دغې فطرت تقاضا ده چې اولاد دې مور پلار سره محبت وکړی اؤ دَ هغوی دَ خواریٔ قدر دې وکړی ۔

تنبیه: پهٔ حدیث شریف کښې دَ مور دَ خدمت درے ځله حکم شوے دے اؤ دَ پلار یو ځل ۔ اؤ دَ مزې خبره ده چې دې آیت کښې هم دَ پلار ذکر یو ځل پهٔ ”وَالِدَیهِ“ کښې راغلے دے اؤ دَ مور درے ځله یو ځل ”والِدَیْهِ“ کښې بیا ”حَمَلَتْهُ“ اؤ بیا ”وَضَعَتْهُ“ کښې ۔

ف۲۲: شاید چې دا دَ عام عادت پهٔ بنا وئیلی شوی دی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې وړوکے کهٔ تکړه وی نو پهٔ یوویشت میاشتې یعنی یو کال اؤ نهه میاشتې پس ېٔ دَ پیٔو نه منع کؤلے شی ۔ نهه میاشتې ېٔ دَ حمل شوې نو دغه شان دیرش میاشتې شوې یا دا چې دَ حمل کم نه کم موده شپږ میاشتې ده ۔ دوه کاله دَ پیٔو موده ده دغه شان دیرش میاشتې یعنی دوه نیم کاله پوره شو ۔

ف۲۳: پهٔ څلویښت کاله کښې دَ بنیادم عقل اؤ اخلاقی طاقتونه پاخهٔ شی اؤ اراده ېٔ مضبوطه شی ځکه پېغمبرانو ته دَ نبوت دَ اعلان حکم دَ څلویښتو کالو نه مخکښې نهٔ شو ورکېدے ۔

ف۲۴: یعنی نیک بخته کسان داسې وی چې الله تعالیٰ چې پهٔ هغوی اؤ دَ هغوی پهٔ مور پلار کوم احسان کړے دے دَ الله تعالیٰ نه دَ هغې دَ شکوې ادا کؤلو اؤ دَ نیکو کارونو کؤلو توفیق غواړی اؤ دَ خپل اولاد دپاره هم دَ نیکیٔ سوال کوی اؤ کوم کمے چې ترې دَ الله پهٔ حقونو یا دَ بندیانو پهٔ حقونو کښې شوے وی دَ هغې معافی غواړی اؤ دَ خپلې عاجزیٔ اؤ کمزوریٔ اقرار کوی ۔

تنبیه: پهٔ ټولو اصحابو کښې حضرت ابوبکر صدیقؓ یو داسې خوش قسمته انسان وهٔ چې هغه خپله دَ هغهٔ مور پلار اؤ اولاد ټول دَ ایمان سره دَ رسول اکرمﷺ پهٔ مجلس کښې شریک شوی وو ۔ پهٔ اصحابوؓ کښې بل څوک داسې نهٔ وو چې مور پلار ېٔ هم ایمان راؤړے وی ۔

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَ نَتَجَاوَزُ عَنْ سَیِّاٰتِهِمْ فِیْۤ اَصْحٰبِ الْجَنَّةِ١ؕ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ۝۱۶

ترجمه: دا هغه خلق دے چې مونږ ترې قبلوؤ بهتر کارونه چې دوی ېٔ کوی اؤ معاف کوؤ ورته بدیٔ ، دوی دی پهٔ جنتیانو کښې رښتونی ده وعده چې دوی سره کیږی ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی دَ داسې نیک بختو نیکیٔ قبلیږی اؤ کمزوریٔ ېٔ معاف کیږی اؤ دَ الله دَ رښونی وعدې مطابق جنّت ته ځی ۔

وَ الَّذِیْ قَالَ لِوَالِدَیْهِ اُفٍّ لَّكُمَاۤ اَتَعِدٰنِنِیْۤ اَنْ اُخْرَجَ وَ قَدْ خَلَتِ الْقُرُوْنُ مِنْ قَبْلِیْ١ۚ وَ هُمَا یَسْتَغِیْثٰنِ اللّٰهَ وَیْلَكَ اٰمِنْ١ۖۗ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ١ۖۚ فَیَقُوْلُ مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ۝۱۷

ترجمه: اؤ کوم بنده چې ووې مور پلار ته زهٔ جدا یم ستاسو نه ف۲۶ آیا تاسو ما ویرویٔ پهٔ دې چې راویستے به شم دَ قبر نه اؤ حال دا چې تېر شوی دی ډېر قومونه زما نه مخکښې ف۲۷ اؤ هغه مور پلار دواړه ېٔ فریاد کوی الله ته (اؤ ورته وائی) اے تهٔ خوار شې ایمان راؤړه بېشکه دَ الله وعده رښتونی ده ۔ ف۲۸ نو هغه ورته وائی دا ټولې زړې قصې دی، ف۲۹

ف۲۶: دَ نیک بخته اولاد پهٔ مقابله کښې دا اوس دَ بدبخته اولاد ذکر دے چې مور پلار ورته دَ ایمان خبره کوی نو هغوی ېٔ نهٔ منی اؤ ډېره شوخی ورسره کوی ۔

ف۲۷: یعنی زهٔ دَ مرګ نه پس بیا ژوندی کېدو پهٔ دپکه نهٔ ویرېږم ۔ څومره بې شماره قومونه زما نه مخکښې تېر شوی دی ۔ ما نهٔ دی اوریدلی چې پهٔ هغوی کښې یو هم بیا ژوندے شوے وی ۔ ځنی خلق پخوا راسې هم دغه شان خبرې کوی ۔ لېکن تر اوسه هېڅوک بیا نهٔ دی ژوندی شوی نو زهٔ پهٔ داسې خبره څنګه یقین وکړم ۔

ف۲۸: یعنی دَ هغهٔ پهٔ دې شوخو خبرو یو طرف ته خو الله ته فریاد کوی اؤ دعا غواړی چې الله پاک ورته دَ ایمان توفیق ورکړی اؤ بل خوا هغهٔ ته زورنه اؤ نصیحت کوی چې تهٔ خوار شې دَ دې خبرو نه واؤړه ۔ دَ الله وعده رښتونی ده ، الله چې دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ دَ دوباره ژوندی کؤلو کوم خبر مونږ ته راکړے دے دا به یوه ورځ ضرور پوره کیږی بیا به ارمان کوے ۔

ف۲۹: یعنی دا هسې بې حقیقته پخوانیٔ قصې دی ۔ داسې خبرې ډېرې مشهورې شی خو حقیقت ېٔ هېڅ نهٔ وی ۔

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ۝۱۸

ترجمه: دغه خلق دی چې پخه شوے ده ورباندې خبره دَ عذاب شامل دی دَ هغه قومونو سره چې تېر شوی دی دَ دوی نه مخکښې پهٔ پېریانو کښې اؤ بنیادمو کښې ۔ ف۳۰ بېشکه دوی وو پهٔ تاوان کښې ۔ ف۳۱

ف۳۰: دَ عذاب خبره هم هغه دَ الله قول دے ”لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۔“ (سورتِ السجده ، رکوع۲)

(ضرور به ډک کړم دوزخ پهٔ نافرمانه بنیادمو اؤ پېریانو)

یعنی څنګه چې دَ هغوی نه مخکښې ډېرې ډلې دَ نافرمانو بنیادمو اؤ پېریانو دَ دوزخ حقدار شوی دی ۔ دغه شان دا بدبخته هم دَ هغوی ملګری شو ۔

ف۳۱: الله تعالیٰ فطری طور دَ هر بنده پهٔ زړهٔ کښې دَ ایمان تخم اچولے وهٔ ۔ هغه دې بدبختو برباد کړو ۔ نو دَ دې نه زیات تاوانی تجارت به بل څهٔ وی چې خلق تجارت دَ ګټې دپاره کوی اؤ دوی پکښې خپله سرمایه هم ضائع کړه ۔

وَ لِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا١ۚ وَ لِیُوَفِّیَهُمْ اَعْمَالَهُمْ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۱۹

ترجمه: اؤ دَ هرې ډلې درجې دی دَ خپلو کارونو مناسب، ف۳۲ اؤ چې پوره پوره ورکړې شی دوی ته خپل عملونه اؤ پهٔ دوی به ظلم نهٔ کیږی ۔ ف۳۳

ف۳۲: یعنی دَ عملونو مناسب به دَ جنتیانو ګڼې درجې وی اؤ دغه شان دَ دوزخیانو هم ۔

ف۳۳: یعنی نهٔ به دَ څهٔ نیکیٔ ثواب کم ورکؤلے شی اؤ نهٔ به چا ته دَ څهٔ جرم دَ خپل مناسب حد نه زیاته سزا ورکؤلے شی ۔ یوه ذره کمے زیاتے به دَ هېچا سره نهٔ کیږی ۔

وَ یَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ١ؕ اَذْهَبْتُمْ طَیِّبٰتِكُمْ فِیْ حَیَاتِكُمُ الدُّنْیَا وَ اسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا١ۚ فَالْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ بِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُوْنَ۠۝۲۰

ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به راوستې شی کافران دَ اور غاړې ته (ورته به ووئیلی شی) بربادې کړې تاسو خپلې مزې دَ دنیا پهٔ ژوند کښې اؤ فائده مو ترې واخسته ف۳۴ نو نن به سزا خوریٔ ذلیل کؤنکے عذاب پهٔ بدله دَ هغه کبر غرور کښې چې تاسو کؤلو پهٔ زمکه ناحقه اؤ پهٔ دې چې تاسو نافرمانی کؤله۔ ف۳۵

ف۳۴: کافر کهٔ پهٔ دنیا کښې څهٔ نیک کار وکړی (مثلًا دَ چا غریب امداد وکړی یا بل څهٔ) نو دَ هغهٔ پهٔ دې نیک کار کښې دَ ایمان روح نهٔ وی هسې تشه ډانچه وی نو دَ هغهٔ دَ دې فانی نیکیٔ اجر هم پهٔ دې فانی دنیا کښې ورکؤلے شی ۔ کوم چې ورته پهٔ دې دنیا کښې دَ مال دَ زیاتی یا دَ اولاد یا نور دنیاوی قدر عزت پهٔ شکل کښې ورکړې شی اؤ پهٔ آخرت کښې ېٔ څهٔ اجر نهٔ وی ۔ دَ آیت مطلب دا دے چې تاسو دَ خپلو ظاهری نیکیو پهٔ بدله کښې دنیا کښې مزې وکړې اؤ دَ خپلو نیکیو فائده مو پهٔ دنیا کښې وصول کړه کومه چې به پهٔ آخرت کښې درکېدے شوه ۔ یعنی تاسو پهٔ دنیا کښې عیش کړے دے ۔ دَ آخرت پهٔ عیش اؤ آرام کښې مو څهٔ برخه نشته ۔ شاه صاحب لیکلی دی دَ چا چې پهٔ آخرت یقین نهٔ وهٔ ، صرف دنیا ېٔ غوښته هغوی ته دَ خپلو نیکیو بدله پهٔ دنیا کښې ورکړې شوه ۔

ف۳۵: یعنی نن به درته دَ کبر ، لوییٔ اؤ بې ځایه ضد اؤ نافرمانیٔ سزا درکؤلے شی ۔ ستاسو دپاره دلته هم دغه دَ ذلّت عذاب دے ، آرام اؤ راحت نشته ۔ مخکښې دَ ځنې نافرمانه قومونو حال ښیٔلې شی چې پهٔ دنیا کښې ورته دَ نافرمانیٔ سزا ورکړې شوے ده ۔

وَ اذْكُرْ اَخَا عَادٍ١ؕ اِذْ اَنْذَرَ قَوْمَهٗ بِالْاَحْقَافِ وَ قَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْۢ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهٖۤ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ١ؕ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۝۲۱

ترجمه: اؤ یاد کړه دَ قوم عاد ورور ف۳۶ کله چې ېٔ ویرؤلو خپل قوم پهٔ احقاف کښې ف۳۷ اؤ تېر شوی وو ډېر ویروونکی دَ هغهٔ نه وړاندې اؤ دَ هغهٔ نه وروستو (ورته ېٔ ووې چې) عبادت مهٔ کویٔ دَ الله نه غیر دَ هېچا ، زهٔ ویرېږم پهٔ تاسو دَ آفت نه دَ لوئے ورځې۔ ف۳۸

ف۳۶: یعنی هودؑ چې دَ عاد قومی ورور وهٔ ۔

ف۳۷: دَ ارض القرآن لیکونکے دَ احقاف پهٔ باره کښې لیکی ۔ دَ یمامه ، عمان، بحرین اؤ مغربی یمن ترمینځه چې کومه لویه صحرا پهٔ ربع خالی مشهوره ده ۔ اګرچې دا علاقه دَ آبادیٔ قابله نهٔ ده بیا هم دَ دې صحرا غاړو مورګو ته لږه لږه رقبه دَ آبادیٔ قابله شته ۔ دَ حضرموت اؤ نجران تر مینځه کومه ټوټه چې اوس شاړه ده پخوا آباده وه اؤ دَ عادِ اِرَم پهٔ نوم مشهوره قبیله پکښې وسېده کومه چې الله تعالیٰ دَ سرکشیٔ اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه تباه و برباد کړه ۔

ف۳۸: یعنی دَ هودؑ نه مخکښې اؤ دَ هغهٔ نه پس (نورو قومونو کښې) ډېر پېغمبران راغلی وو اؤ ټولو (خپلو خپلو قومونو ته) هم دغه نصیحت کؤلو (چې دَ یو الله عبادت کویٔ اؤ شرک اؤ نافرمانی مهٔ کویٔ ۔ دَ الله دَ غضب نه وویرېږیٔ) کوم چې هودؑ خپل قوم عاد ته کؤلو ۔ اؤ ممکنه ده چې دغه قوم (عاد) ته هم دَ هودؑ نه مخکښې نورو پېغمبرانو نصیحت کړے وی ۔ والله اعلم۔

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَاْفِكَنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا١ۚ فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۝۲۲

ترجمه: هغوی ورته ووې آیا تهٔ مونږ ته راغلے ي دې دپاره چې واړوې مونږ دَ خپلو خدایانو نه نو راوله پهٔ مونږ دَ څهٔ نه چې مو ویروې کهٔ تهٔ ئ رښتونے۔ ف۳۹

ف۳۹: یعنی مونږ دَ خپلې زړې طریقې نه پهٔ هېڅ شان دَ اوړېدو نهٔ یو هسې راباندې دَ عذاب دپکے مهٔ کوه اؤ کهٔ تهٔ تښتونے ئ نو پهٔ رښتیا راباندې دغه عذاب راوله ۔

قَالَ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ١ۖ٘ وَ اُبَلِّغُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَ لٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ۝۲۳

ترجمه: هغهٔ ووې دَ دې نه الله خبر دے زهٔ خو رسؤم تاسو ته څهٔ چې زما پهٔ لاس راستؤلے شوے دے لېکن زهٔ وینم چې تاسو بې وقوفی کویٔ ۔ ف۴۰

ف۴۰: یعنی تاسو دا مطالبه دَ کم عقلیٔ اؤ جهالت پهٔ وجه کویٔ ۔ زهٔ خو دَ الله استازې یم اؤ کوم پېغام چې ېٔ زما پهٔ لاس راستؤلے دے هغه تاسو ته رسوم نور خبر نهٔ یم اؤ نهٔ راته اختیار شته ۔ دَ دې نه یو الله خبر دے چې یو ظالم قوم ته پهٔ دنیا کښې سزا ورکوی اؤ تر څو ورته مهلت ورکوی چې ځان سم کړی ۔

فَلَمَّا رَاَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ اَوْدِیَتِهِمْ١ۙ قَالُوْا هٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا١ؕ بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهٖ١ؕ رِیْحٌ فِیْهَا عَذَابٌ اَلِیْمٌۙ۝۲۴

ترجمه: بیا کله چې هغوی وریځ ولیده چې مخامخ راغله دَ هغوی پهٔ کندو وېٔ وې دا خو وریځ ده پهٔ مونږ باران وروی ف۴۱ نور هېڅ نهٔ وو دا خو هغه شے وهٔ چې دوی پهٔ تادیٔ غوښتو، سیلۍ ده چې پکښې دردناک عذاب دے ۔ ف۴۲

ف۴۱: یعنی کله چې ېٔ مخامخ پهٔ آسمان کښې وریځ ولیده نو خوشحاله شو چې اوس به باران وشی اؤ وطن به آباد شی ۔ (پهٔ دغه ورځو کښې سخته خشک سالی وه ډېره موده باران نهٔ وه شوے)

ف۴۲: یعنی دا دَ باران وریځ نهٔ وه چې تاسو ورته خوشحالېږیٔ دا خو دَ الله هغه عذاب دے چې تاسو پهٔ تادیٔ غوښتو ۔

تُدَمِّرُ كُلَّ شَیْءٍۭ بِاَمْرِ رَبِّهَا فَاَصْبَحُوْا لَا یُرٰۤی اِلَّا مَسٰكِنُهُمْ١ؕ كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ۝۲۵

ترجمه: چې دَ وېخه وباسی هر شے دَ خپل رب پهٔ حکم نو سبا ته بیا پهٔ نظر هېڅ نهٔ راتلل بې دَ هغوی دَ (ورانو) کورونو نه هم دغه شان سزا ورکوؤ مونږ ګناهګارو خلقو ته ۔ ف۴۳

ف۴۳: ووهٔ شپې اؤ اتهٔ ورځې پهٔ مخه سخته سیلۍ وه چې ونې ېٔ ټولې دَ وېخه وغورزؤلے څاروی اؤ بنیادم اؤ هر شے ېٔ لکه دَ خشاک یو خوا بل خوا الوزؤلو هر څهٔ ېٔ داسې ګډ وډ کړل چې دَ کنډرو نه علاوه هېڅ شے پهٔ نظر نهٔ راتلو ۔ دا مو واؤرېدل! دَ الله نه دَ نافرمانیٔ دا حال وی ۔ دَ دې نه سبق واخلیٔ سبا پهٔ تاسو هم داسې حال راتلې شی ۔

وَ لَقَدْ مَكَّنّٰهُمْ فِیْمَاۤ اِنْ مَّكَّنّٰكُمْ فِیْهِ وَ جَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَّ اَبْصَارًا وَّ اَفْـِٕدَةً١ۖ٘ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَ لَاۤ اَبْصَارُهُمْ وَ لَاۤ اَفْـِٕدَتُهُمْ مِّنْ شَیْءٍ اِذْ كَانُوْا یَجْحَدُوْنَ١ۙ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ حَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۠۝۲۶

ترجمه: اؤ مونږ طاقت ورکړے وهٔ هغوی ته دَ هغه څیزونو چې تاسو ته مو دَ هغې طاقت نهٔ دے درکړے ۔ ف۴۴ اؤ مونږ هغوی ته ورکړی وو غوږونه اؤ سترګې اؤ زړهٔ نو پکار رانغلهٔ دَ هغوی غوږونه اؤ نهٔ سترګې اؤ نهٔ زړهٔ هېڅ هم ف۴۵ ځکه چې هغوی انکار کؤلو دَ الله دَ آیتونو نو راواؤړېدې پهٔ هغوی هغه خبرې چې ورپورې ېٔ مسخرې کؤلے ۔ ف۴۶

ف۴۴: یعنی مال دولت ، هنر اؤ دَ بدن طاقت کوم چې هغوی ته ورکړې شوے وهٔ تاسو ته دومره نهٔ دے درکړې شوے لېکن چې عذاب پرې راغلو نو هېڅ ، بچ نهٔ کړی شو نو تاسو پهٔ څهٔ دومره غاوره ییٔ ۔

ف۴۵: یعنی دَ نصیحت اورېدو دپاره غوږونه دَ قدرت دَ نښانو کتو دپاره سترګې اؤ دَ پوهېدو دپاره زړهٔ ورکړې شوے وهٔ خو هغوی دَ دې یو طاقت نه هم کار وانهٔ خستو ۔ ځان ېٔ ړوند کوڼ کړو اؤ دَ پېغمبرانو مقابلې ته ودرېدل ۔ آخر دَ الله پهٔ غضب کښې ګېر شو ۔ بیا ېٔ هېڅ شے پکار رانغلو ۔

ف۴۶: یعنی پهٔ کوم عذاب پورې چې ېٔ مسخرې کؤلے پهٔ هغې کښې راګېر شو اؤ تباه و برباد شو ۔ شاه صاحب لیکلی دی هغوی ته مو غوږونه ، سترګې اؤ زړهٔ ورکړی وو یعنی دَ دنیا پهٔ کار کښې ډېر هوښیار وو ، لېکن داسې عقل ېٔ نهٔ وهٔ چې خپل آخرت ېٔ پرې ښهٔ کړے وې اؤ دَ عذاب نهٔ ېٔ ځان بچ کړے وې ۔

وَ لَقَدْ اَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِّنَ الْقُرٰی وَ صَرَّفْنَا الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۲۷

ترجمه: اؤ مونږ تباه کړی دی له تاسو نه چار چاپېره کلی ف۴۷ اؤ پهٔ قسم قسم مو واؤرؤلے ورته خپلې خبرې چې دوی رجوع وکړی ۔ ف۴۸

ف۴۷: یعنی دَ قومِ عاد نه علاوه دَ قومِ ثمود اؤ قومِ لوط کلی هم دغه شان وران کړی شوی دی ۔ دا ټول له تاسو نه ګېر چاپېره دی ۔ دَ مکّې معظّمې خلقو ته دا ځکه وئیلی شی چې هغوی به پهٔ خپلو تجارتی سفرونو کښې پهٔ دې کنډرو تېرېدل ۔

ف۴۸: لېکن هغوی بیا هم دَ خپلې خبرې نه وانهٔ وړېدل ۔

فَلَوْ لَا نَصَرَهُمُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ قُرْبَانًا اٰلِهَةً١ؕ بَلْ ضَلُّوْا عَنْهُمْ١ۚ وَ ذٰلِكَ اِفْكُهُمْ وَ مَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۝۲۸

ترجمه: نو بیا ېٔ ولې مدد ونهٔ کړو هغه څیزونو چې دوی نیولی وو دَ الله نه غیر خدایان لویو درجو حاصلؤلو دپاره ف۴۹ بلکې ورک شو ترېنه ف۵۰ اؤ دغه وو دَ دوی دروغ چې دَ ځانه ېٔ جوړؤل ۔ ف۵۱

ف۴۹: یعنی دوی به وې چې دَ دې بتانو عبادت ځکه کوؤ چې دوی به مو الله ته نژدے کوی اؤ الله ته به زمونږ سفارش کوی نو پهٔ دې سخته کښې ېٔ هغه بتانو مدد ولې ونهٔ کړو ، دَ الله دَ عذاب نه ېٔ ولې بچ نهٔ کړل ۔ دغه بتانو ته به ېٔ چغې وهلې وې چې خلاص کړی ېٔ وې ۔

ف۵۰: یعنی دَ سختې پهٔ وخت کښې ورته بیا هېڅوک چغې نهٔ وهی آخر چرته درنه ورک شو چې پهٔ سخته کښې مو امداد نهٔ کوی ۔

ف۵۱: دې نه معلومه شوه چې دَ بتانو عبادت اؤ دَ هغوی نه دَ خیر څهٔ طمع کؤل فضول دی اؤ دا خبرې ټولې دروغ دی چې دوی به مو پهٔ سخته کښې امداد کوی ۔ (ربط) پهٔ مخکښینیو آیتونو کښې دَ بنیادمو دَ نافرمانیٔ قصه بیان شوه ۔ اوس دَ دې پهٔ مقابله کښې دَ پېریانو دَ یوې ډلې دَ تابعداریٔ اؤ فرمانبرداریٔ حال بیانیږی چې معلومه شی چې کوم قوم طبعًا نافرمانه اؤ سرکش دے پهٔ هغې کښې هم ځنی افراد داسې شته چې دَ الله کلام ېٔ تر غوږو شی نو ښهٔ پهٔ غور سره ېٔ واؤری خپله پرې هم عمل وکړی اؤ نورو ته ېٔ هم ورسوی ۔

وَ اِذْ صَرَفْنَاۤ اِلَیْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ یَسْتَمِعُوْنَ الْقُرْاٰنَ١ۚ فَلَمَّا حَضَرُوْهُ قَالُوْۤا اَنْصِتُوْا١ۚ فَلَمَّا قُضِیَ وَ لَّوْ اِلٰی قَوْمِهِمْ مُّنْذِرِیْنَ۝۲۹

ترجمه: اؤ کوم وخت چې راوګرځؤله مونږ تا ته یوه ډله دَ پېریانو چې اورېدو ېٔ قرآن ، نو کوم وخت چې ور ورسېدل وېٔ وې چپ شیٔ نو کله چې ختم شو واپس لاړل خپل قوم ته ویروونکی ۔ ف۵۲

ف۵۲: دَ رسول اکرمﷺ دَ نبوت نه مخکښې به پېریان آسمان ته ختل ، دَ فرښتو خبرې پهٔ ېٔ اورېدے اؤ هغه خبرې به ېٔ خپلو تابعدارو نجومیانو اؤ کاهنانو ته رسؤلے ۔ دَ حضور اکرمﷺ دَ نبوت دَ اعلان نه پس پهٔ پېریانو آسمانی خبرونه بند شو ۔ فرښتو به ورپسې دَ اور لمبې (شهاب ثاقب) وېشتې اؤ دَ آسمان نه به ېٔ کوز راغورزؤل دَ دې نه پېریانو سره دا فکر شو چې پهٔ دنیا کښې ضرور څهٔ نوے واقعه شوے ده چې مونږ دَ آسمان نه بند کړی شو ۔ نو دَ حال معلومؤلو دپاره دَ پېریانو ډلې پهٔ ټوله دنیا کښې خورې شوې ۔ پهٔ هغوی کښې یوه ډله دَ عربو پهٔ ملک کښې یو مقام ”بطن نخله“ کښې ګرځېده ۔ پهٔ دغه وخت رسولِ اکرمﷺ دَ خپلو اصحابو سره دَ سحر نمونځ پهٔ جمع کؤلو ۔ الله تعالیٰ دا پېریان دَ قرآن اورېدو دپاره دې طرف ته را وګرځؤل ، دَ قرآن تلاوت پهٔ هغوی عجیبه اثر وکړو خپلو کښې ېٔ ووې غلی شیٔ دا خو څهٔ ناشنا غوندې کلام دے چې پهٔ غور سره ېٔ واؤرو ۔ قرآن ېٔ پهٔ زړهٔ کښې ننوتو۔ پوهه شو چې دا هغه نوے شے دے دَ کوم پهٔ وجه چې مونږ دَ آسمان نه بند شوی یو ۔ بهرحال دا خلق چې خپل قوم ته واپس راتلهٔ نو زړونه ېٔ دَ ایمان پهٔ رڼا روښانه شوی وو ۔ خپل قوم ته چې ېٔ کوم نصیحت وکړو دَ هغې پوره تفصیل به پهٔ سورتِ جن کښې راشی ۔ پهٔ دغه موقع خو رسول اکرمﷺ دَ پېریانو نه خبر نهٔ شو ۔ خو وروستو ورته بیا دَ وحې پهٔ ذریعه ټول حال معلوم شو ۔ وروستو بیا ډېرو پېریانو ایمان راوړو اؤ دَ پېریانو ډلې به دَ قرآن یادؤلو اؤ دین خبرو زده کؤلو دپاره دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې حاضرېدې ۔ خفاجیؒ دَ روایاتو پهٔ بنا لیکلی دی چې دَ پېریانو ډلې شپږ ځله دَ رسول اللهﷺ ملاقات ته راغلی دی نو پهٔ احادیثو کښې چې دَ هغوی پهٔ شمار یا نورو خبرو کښې اختلاف موندے شی دا دَ بیلې بیلې واقعې خبرې ګڼل پکار دی ۔ دغه شان به اختلاف ختم شی ۔

قَالُوْا یٰقَوْمَنَاۤ اِنَّا سَمِعْنَا كِتٰبًا اُنْزِلَ مِنْۢ بَعْدِ مُوْسٰی مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ یَهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ وَ اِلٰی طَرِیْقٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۳۰

ترجمه: ورته ېٔ ووې اے زمونږ قومه مونږ واؤرېدو یو کتاب چې نازل شوے دے دَ موسٰی نه پس ف۵۳ تصدیق کوی دَ ټولو وړومبیو کتابونو ف۵۴ هدایت کوی دَ حق دین اؤ دَ نېغې لارې ۔ ف۵۵

ف۵۳: پهٔ نورو آسمانی کتابونو کښې دَ موسٰیؑ دَ کتاب توریٰت پهٔ شان مفصل احکام نهٔ وو ۔ دَ بنی اسرائیلو ټولو نبیانو پهٔ توریٰت عمل کؤلو اؤ عیسٰیؑ هم دغه فرمائیلی دی چې زهٔ توریٰت بدلؤلو دپاره نهٔ یم راغلے زهٔ خو دَ هغې دَ تکمیل دپاره راغلے یم ۔ دَ سلیمانؑ پهٔ زمانه کښې هم پېریانو پهٔ توریٰت عمل کؤلو ۔ خپله پهٔ توریٰت کښې دَ حضور اکرمﷺ متعلق داسې پېشنګوئی ده۔ (اے موسٰی! ستا پهٔ شان به یو بل نبی را استؤم)۔

ف۵۴: شاید چې پهٔ دغه وخت چې رسول اکرمﷺ پهٔ نمانځهٔ کښې دَ کومو آیتونو تلاوت کړے وهٔ هغې کښې به داسې مضمون وهٔ چې هغوی ترې دَ تېرو کتابونو پهٔ تصدیق پوهه شو ۔

ف۵۵: یعنی صحیح عقیدې اؤ دَ عمل نېغه لار ۔

یٰقَوْمَنَاۤ اَجِیْبُوْا دَاعِیَ اللّٰهِ وَ اٰمِنُوْا بِهٖ یَغْفِرْ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَ یُجِرْكُمْ مِّنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ۝۳۱

ترجمه: اے زمونږ قومه ومنیٔ الله طرف ته بلونکے اؤ ایمان پرې راؤړیٔ ۔ ف۵۶ چې وبخښی درته (الله) څهٔ ګناهونه ف۵۷ اؤ بچ مو کړی دَ دردناک عذاب نه ۔

ف۵۶: یعنی دَ دهٔ خبره واؤریٔ چې الله طرف ته مو بلی اؤ پهٔ رسالت ېٔ یقین وکړیٔ ۔

ف۵۷: یعنی کوم ګناهونه چې مو پهٔ کفر کښې کړی دی هغه به درته دَ ایمان پهٔ راؤړو معاف شی اؤ دَ دغې ورځې نه به نوے حساب شروع شی لېکن یاد لریٔ دا دَ الله دَ نافرمانیٔ اؤ ګناهونو ذکر دے ۔ دَ بندیانو دَ حق ذکر نشته (دَ بندیانو حقونه نهٔ معاف کیږی)۔

وَ مَنْ لَّا یُجِبْ دَاعِیَ اللّٰهِ فَلَیْسَ بِمُعْجِزٍ فِی الْاَرْضِ وَ لَیْسَ لَهٗ مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءُ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۳۲

ترجمه: اؤ څوک چې ونهٔ منی دَ الله طرف ته بلونکے نو هغه ېٔ نهٔ شی ستړې کؤلے پهٔ تېښته پهٔ زمکه کښې اؤ نشته هغهٔ دپاره غیر دَ هغهٔ (الله) نه مددګار ف۵۸ دا خلق پراتهٔ دی پهٔ څرګنده ګمراهیٔ کښې،

ف۵۸: یعنی نهٔ خپله پهٔ تېښته خلاصېدے شی اؤ نهٔ ېٔ بل څوک خلاصؤلے شی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ دلته فِی الْاَرْضِ ځکه وئیلی شوی دی چې پېریان به فرښتو دَ آسمان نه راوشړل نو زمکې ته به ېٔ رامنډه کړې ۔

اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ لَمْ یَعْیَ بِخَلْقِهِنَّ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیَِۧ الْمَوْتٰی١ؕ بَلٰۤی اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۳۳

ترجمه: آیا نهٔ وینی دوی چې هغه الله چا چې جوړ کړل آسمانونه اؤ زمکه اؤ نهٔ دے ستړې شوے دَ دې پهٔ پیدا کؤلو ۔ ف۵۹ قادر دے پهٔ دې چې ژوندی کړی مړی ، ولې نه هغه هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۶۰

ف۵۹: پهٔ دې کښې دَ یهودیانو دَ یوې غلطې عقیدې تردید دے ۔ هغوی وائی چې الله تعالیٰ زمکه اؤ آسمانونه شپږو ورځو کښې پیدا کړل ، وومه ورځ ېٔ بیا دمه وکړه ۔ (نعوذ بالله)

ف۶۰: یعنی سخت عذاب خو به دَ مرګ نه پس وی ۔ دا خیال مهٔ کویٔ چې دَ مرګ نه پس بیا ژوند چرته دے ۔ کوم الله چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه پیدا کؤلو ستړې نهٔ شو هغهٔ ته ستاسو دوباره ژوندی کؤل څهٔ ګران دی؟

وَ یَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ١ؕ اَلَیْسَ هٰذَا بِالْحَقِّ١ؕ قَالُوْا بَلٰی وَ رَبِّنَا١ؕ قَالَ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ۝۳۴

ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به مخامخ کړې شی کافران اور ته (اور ته به ووئیلی شی) آیا دا اوس رښتیا نهٔ دی دوی به ووائی ولې نه قسم دے پهٔ خپل رب ۔ ف۶۱ (هغه به ورته) ووائی ښه نو اوس دَ عذاب خوند څکیٔ پهٔ بدله دَ هغه انکار کښې چې تاسو کؤلو ۔ ف۶۲

ف۶۱: یعنی هغه وخت به ورته ووئیلی شی چې تاسو خو دوباره ژوند اؤ دَ دوزخ عذاب نهٔ منلو ، نو اوس واییٔ چې دَ پېغمبرانو خبره رښتیا ده دوزخ شته اؤ کهٔ نه؟ پهٔ دې به ټول ښهٔ ذلیل شی اؤ اقرار به وکړی چې واقعې مونږ پهٔ غلطه وو ۔ پېغمبرانو رښتیا وې ۔

ف۶۲: چې اقرار وکړی نو بیا به ورته ووئیلی شی چې ښه نو اوس دَ هغه انکار سزا خوریٔ ، پهٔ دوزخ کښې پراتهٔ وسیٔ ۔

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَ لَا تَسْتَعْجِلْ لَّهُمْ١ؕ كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَ مَا یُوْعَدُوْنَ١ۙ لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنْ نَّهَارٍ١ؕ بَلٰغٌ١ۚ فَهَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الْفٰسِقُوْنَ۠۝۳۵

ترجمه: نو تهٔ صبر کوه څنګه چې صبر کړے وهٔ همتناکو رسولانو اؤ تادی مهٔ کوه دَ دوی پهٔ کار کښې ۔ ف۶۳ پهٔ کومه ورځ چې دوی ووینی هغه څیز دَ کوم چې ورسره وعده ده داسې به وی لکه چې مهلت نهٔ وی ورکړې شوے مګر یو ساعت دَ ورځې ف۶۴ دا ور رسؤل دی اوس به هم تباه کیږی څوک چې نافرمانه دی ۔ ف۶۵

ف۶۳: یعنی هر کله چې دا معلومه شوه چې منکرانو ته به سزا ضرور ورکؤلے شی پهٔ آخرت کښې وی کهٔ پهٔ دنیا کښې۔ نو اوس تهٔ دَ دوی پهٔ معامله کښې تادی مهٔ کوه بلکې تر یو مقرر میعاد صبر وکړه لکه چې نورو همتیانو پېغمبرانو کړے وهٔ ۔ پهٔ خپل مقرر وخت الله تعالیٰ هغوی ته کامیابی ورکړه اؤ دښمنان ېٔ ذلیل شو ۔ پهٔ لویو پېغمبرانو کښې دا پنځهٔ ډېر مشهور دی ۔ حضرت نوحؑ ، حضرت ابراهیمؑ ، حضرت موسیٰؑ ، حضرت عیسٰیؑ اؤ آخری پېغمبر حضرت محمّد مصطفٰیﷺ ۔

ف۶۴: یعنی اوس خو ورته وروستے ښکاری اؤ چغې وهی چې دا عذاب ژر ولې نهٔ راځی اؤ چې راشی ورباندې نو بیا به وائی دا خو داسې ژر راغلو مونږ خو لا یو ساعت هم نهٔ وهٔ تېر کړے ۔ دَ دنیا ژوند اؤ دَ برزخ وخت به ورته دَ یوې ګهنټې نه زیات نهٔ ښکاری ۔ عامه قاعده ده چې تېر وخت بنده ته لږ ښکاری اؤ بیا خاص کر دَ سختې نه پس خو دَ آرام تېر وخت ورته داسې ښکاری لکه چې یوه ذره آرام ېٔ نهٔ وی کړے تل عمری پرې هم دغه سخته وی۔

ف۶۵: یعنی مونږ درته نصیحت وکړو ښهٔ بد مو درته ښهٔ واضح کړل ۔ اوس چې پرې څوک یقین نهٔ کوی نو هم هغه به تباه کیږی ۔ یعنی الله تعالیٰ بې ګناه څوک نهٔ نیسی هم هغه به تباه کوی څوک چې مجرم وی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ مُحَمَّدٍ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانٌ وَّ ثَلٰثُوْنَ اَیَۃً وَّ اَرْبَعُ رُکُوْعَات ۔

ترجمه: سورتِ محمّد مدینه کښې نازل شوے دے دَ دې اتهٔ دېرش(۳۸) آیتونه اؤ څلور رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ،

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ صَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ۝۱

ترجمه: چا چې انکار وکړو اؤ منع ېٔ کړل نور خلق دَ الله دَ لارې نه ف۱ برباد کړل الله دَ هغوی کارونه ۔ ف۲

ف۱: لکه څنګه چې دَ کافرانو دَ سردارانو عادت وهٔ چې پهٔ هره ممکنه طریقه به ېٔ خلق دَ اسلام راؤړو نه منع کؤل ۔

ف۲: یعنی کوم کارونه چې دوی پهٔ خپل خیال نیکی ګڼی دَ ایمان روح پکښې نشته ځکه الله ته قبول نهٔ دی بلکې ځنی کارونه خؤ ېٔ دَ نیکیٔ پهٔ ځائې دَ الله دَ غضب اؤ قهر سبب وی لکه دَ اسلام نه خلقو منع کؤلو کښې پیسه لګؤل یا نور کوشش کؤل ۔

وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ اٰمَنُوْا بِمَا نُزِّلَ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ١ۙ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَ اَصْلَحَ بَالَهُمْ۝۲

ترجمه: اؤ چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل اؤ وې منل هغه (احکام) چې نازل شوی دی پهٔ محمّد باندې اؤ هم دغه دے رښتونے دین دَ دوی دَ رب دَ طرف نه ، لرې کړې (الله) دَ هغوی نه دَ هغوی بدیٔ اؤ ښائسته ېٔ کړو دَ هغوی حال ، ف۳

ف۳: یعنی دَ ناکاره کارونو عادتونه ېٔ ترې لرې کړل اؤ خویونه ېٔ ورله داسې ښهٔ کړل چې ورځ پهٔ ورځ پهٔ نیکیٔ کښې ترقی کوی اؤ هغې ناکاره کارونو ته اوس ګوری هم نه (دا خو ېٔ دَ دنیا حال شو) اؤ پهٔ آخرت کښې به ورته غلطیٔ معاف کړی اؤ پهٔ ښهٔ حال اؤ عیش و آرام کښې به ېٔ وساتی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ پخوا ټول مخلوق دپاره یو دین نهٔ وهٔ ۔ اوس دَ ټولې دنیا دپاره دَ یو شریعت اسلام منل ضروری دی ۔ رښتونے دین هم دغه یو دے ۔ ښهٔ اؤ ناکاره کارونه مسلمان هم کوی اؤ غیر مسلم هم لېکن فرق دا دے چې دَ ایمان پهٔ برکت الله تعالیٰ دَ مسلمان غلطی معاف کوی اؤ دَ نیکیٔ اجر ورکوی اؤ دَ غیر مسلم نیکی برباده ده اؤ دَ بدیٔ سزا پرې لازمه ده ۔

ذٰلِكَ بِاَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَ اَنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَّبِّهِمْ١ؕ كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ اَمْثَالَهُمْ۝۳

ترجمه: دا ځکه چې څوک منکر دی هغه لاړو پهٔ دروغو پسې اؤ چا چې یقین وکړو هغوی ومنله حقه خبره دَ خپل رب دَ طرف نه، دغه شان واضح کوی الله خلقو ته دَ هغوی حال ۔ ف۴

ف۴: یعنی الله تعالیٰ دغه شان خلقو ته نیک و بد صفا صفا واضح کوی چې دَ نیکیٔ پهٔ فائدو اؤ دَ بدیٔ پهٔ خراب انجام ښهٔ پوهه شی ۔

فَاِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَضَرْبَ الرِّقَابِ١ؕ حَتّٰۤی اِذَاۤ اَثْخَنْتُمُوْهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ١ۙۗ فَاِمَّا مَنًّۢا بَعْدُ وَ اِمَّا فِدَآءً حَتّٰی تَضَعَ الْحَرْبُ اَوْزَارَهَا١ۛ۫ۚ۬ ذٰؔلِكَ١ۛؕ وَ لَوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَ لٰكِنْ لِّیَبْلُوَاۡ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ١ؕ وَ الَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَنْ یُّضِلَّ اَعْمَالَهُمْ۝۴

ترجمه: نو کله چې تاسو مخامخ شیٔ دَ کافرانو سره نو څټونه ېٔ ووهیٔ تر دې چې ښهٔ ېٔ قتل کړیٔ نو مضبوط وتړیٔ قیدیان نو بیا ورباندې احسان وکړیٔ اؤ یا ترېنه عوض واخلیٔ ف۵ تر دې چې کیږدی دَ جنګ خپله وسله ف۶ دا مو واؤرېدل! اؤ کهٔ الله وغواړی نو بدله به واخلی دَ دوی نه لېکن هغه ازمېښت غواړی پهٔ تاسو کښې دَ یو بل ف۷ اؤ څوک چې ووژلی شو دَ الله پهٔ لار کښې نو الله به نهٔ بربادوی دَ هغوی عملونه ۔

ف۵: یعنی دَ حق اؤ باطل مقابله خو همېشه وی نو کوم وخت چې دَ کافرانو اؤ مسلمانانو جنګ وی نو پکار ده چې مسلمان ښهٔ پهٔ نره جنګ ته ودریږی اؤ پوره بهادریٔ ، ذړهٔ ورتیا اؤ ثابت قدمیٔ سره جنګ وکړی چې دَ باطل زور مات شی غټ غټ سرداران ېٔ مړهٔ شی اؤ جمعیت ېٔ خراب شی نو دَ جنګ پهٔ میدان کښې دَ کافرانو پهٔ څټونو پرېکؤلو صرفه مهٔ کویٔ اؤ چې ښهٔ ېٔ ووژنیٔ اؤ طاقت ېٔ کمزورے شی اؤ ستاسو رعب پرې کښینی نو بیا کهٔ ځنی وژلو نه پاتې کویٔ اؤ قید کویٔ ېٔ نو خیر دے ۔ ”مَا کَانَ لِنَبِّیٍ اَنْ یَّکُوْنَ لَهٗۤ اَسْرٰی حَتّٰی یُثْخِنَ فِی الْاَرْضِ“ (سورتِ انفال ، رکوع ۹) (نبیﷺ ته نهٔ دی پکار چې قیدیان وساتی تر څو چې ېٔ کافران ښهٔ وژلی نهٔ وی) ممکنه ده چې دا قید کېدل ېٔ دَ عبرت سبب شی ۔ اؤ ممکنه ده چې دَ مسلمانانو سره وسېدو پهٔ وجه ورته دَ اسلامی تعلیم حقیقت اؤ بهتری معلومه شی اؤ ایمان راؤړی ۔ بیا کهٔ مناسب ګڼیٔ نو بې معاوضې اخستو ېٔ آزاد کړیٔ اؤ احسان ورباندې وکړیٔ ۔ کېدے شی چې ستاسو دَ ښو اخلاقو اؤ احسان نه اثر قبول کړی اؤ دَ اسلام سره ېٔ مینه پیدا شی ۔ اؤ کهٔ مناسب ګڼیٔ نو څهٔ معاوضه ترېنه واخلیٔ یا ېٔ دَ مسلمانانو قیدیانو پهٔ بدل کښې آزاد کړیٔ ۔ پهٔ دې طریقه کښې هم ډېرې فائدې دی ۔ بهرحال دَ جنګی قیدیانو خپل وطن ته واپس کؤلو کښې دَ هغه وخت امیر ته اختیار دے چې کهٔ احسانی ېٔ پرېږدی اؤ کهٔ دَ مسلمانانو قیدیانو پهٔ بدله کښې ېٔ آزادوی اؤ کهٔ څهٔ مناسب فدیه ترېنه اخلی کومه طریقه چې هغه وخت حالاتو سره مناسب وی ۔ البته کهٔ قیدیان خپل وطن ته استول دَ مصلحت نه خلاف وی نو بیا خپل وطن کښې دَ ساتلو ېٔ درے طریقې دی ۔ چې ذمیان شی دَ عام رعیت پهٔ شان آزاد وسی یا غلامان کړی شی اؤ دَ خادم پهٔ شان وسی یا قتل کړی شی ۔ خو دَ احادیثو نه دَ قیدی دَ قتل جواز صرف پهٔ هغه شکل کښې معلومیږی کله چې دې قیدی څهٔ داسې جرم کړے وی چې دَ هغې سزا دَ قتل نه کمه بله نهٔ شی کېدے ۔ البته غلام یا ذمی ساتلو کښې څهٔ خاص شرط نشته خو چې هغه وخت حالاتو سره څنګه مناسب وی دَ مسلمانانو امیر ته اختیار دے ۔

ف۶: یعنی دا دَ جنګ اؤ قتل کؤلو اؤ قید کؤلو سلسله به تر هغه وخت جاری وی تر څو چې دښمن کمزورے شوے نهٔ وی اؤ جنګ (پهٔ څهٔ وجه) بند شوے نهٔ وی ۔

ف۷: یعنی الله پهٔ دې قادر دے چې لکه دَ تېرو قومونو دا کافران هم پهٔ څهٔ آسمانی آفت ټول تباه کړی لېکن پهٔ جهاد کښې دَ بندیانو امتحان دے هغه ګوری چې مسلمانان تر کومه حده دَ سر و مال قربانیٔ ته تیار دی اؤ پهٔ کافرانو کښې څومره کسان پهٔ دې خبرداری دَ غفلت نه بیداریږی اؤ کوم مهلت چې الله تعالیٰ ورکړے دے ، دې نه فائده اخلی اؤ لکه دَ وړومبنیو قومونو پهٔ شان یک دم نیوکه اؤ پړزؤل نهٔ کوی۔

سَیَهْدِیْهِمْ وَ یُصْلِحُ بَالَهُمْۚ۝۵

ترجمه: هغوی ته به لار ورکړی اؤ بهتر به کړی دَ هغوی حال ۔ ف۸

ف۸: یعنی کوم کسان چې پهٔ جهاد کښې شهیدان شی پهٔ ظاهره خو داسې معلومیږی چې دا کسان پهٔ خپل مقصد کښې کامیاب نهٔ شو لېکن دَ الله پهٔ نزد کامیاب دی ۔ الله تعالیٰ به ورته دَ دې قربانیٔ بهترینه بدله ورکړی ، جنّت ته به ېٔ واستوی اؤ دَ آخرت ټولې سختې به ورباندې آسانې کړی ۔

وَ یُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ۝۶

ترجمه: اؤ داخل به ېٔ کړی جنتونو ته چې ورته ېٔ ښودلی دی ، ف۹

ف۹: یعنی دَ کوم جنّت حال چې ېٔ دَ پېغمبرانو دَ خلې نه اورېدلې وهٔ اؤ ورباندې ېٔ یقین کړے وهٔ ۔ هغهٔ ته به ېٔ واستوی اؤ هلته به هر جنتی ته خپل ځائې ښهٔ معلوم وی پهٔ خپل وجدان دَ زړهٔ پهٔ وینا اؤ دَ ایمان پهٔ رڼا به خپله هم هغه ځائې ته روان وی کوم چې ورته دَ دهٔ دَ نیک عمل مناسب الله تعالیٰ مقرر کړے وی ۔ حضرت ابنِ عباسؓ دَ ”عَرَّفَهَا لَهُمْ“ معنٰی ”طَیِّبَهَا لَهُمْ“ کړے ده ۔ یعنی جنّت به ورته ښائسته کړې شوے اؤ خوشبویه کړې شوے وی ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَنْصُرُوا اللّٰهَ یَنْصُرْكُمْ وَ یُثَبِّتْ اَقْدَامَكُمْ۝۷

ترجمه: اے ایماندارو! کهٔ تاسو امداد وکړو دَ الله (دَ دین) ف۱۰ هغه به ستاسو مدد وکړی اؤ مضبوط به کړی ستاسو قدمونه ف۱۱

ف۱۰: دَ الله امداد یعنی دَ الله دَ دین اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ امداد ۔

ف۱۱: یعنی دَ الله پهٔ امداد به دَ جهاد پهٔ وخت دَ ستاسو زړونه مضبوط شی اؤ ښپې به مو کلکې شی اؤ چې تاسو دَ شریعت پهٔ احکامو ثابت قدم شیٔ نو دَ هغې پهٔ نتیجه کښې به الله تعالیٰ ستاسو قدمونه پهٔ پلِ صراط مضبوط کړی (نېغ به جنّت ته لاړ شیٔ) شاه صاحبؒ لیکلی دی کهٔ الله تعالیٰ وغواړی نو خپله هم ټول کافران مسلمانؤلے شی لېکن هغه پهٔ خلقو ازمیښت کوی ۔ نو دَ بنده دَ طرف نه همّت کؤل دی اؤ دَ الله دَ طرف نه امداد دے ۔

وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَ اَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ۝۸

ترجمه: اؤ چا چې انکار وکړو هغه پړمخې پرېوتو اؤ برباد ېٔ شو عملونه ۔ ف۱۲

ف۱۲: یعنی څنګه چې دَ مسلمانانو قدمونه کلکوی دغه شان دَ کافرانو ښپې ښویوی اؤ څنګه چې دَ مسلمانانو سره دَ الله امداد وی کار ېٔ جوړَوی دغه شان دَ کافرانو کار ورانوی ۔

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَرِهُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ۝۹

ترجمه: دا ځکه چې دوی ناخوښه کړو څهٔ چې نازل کړی دی الله نو هغهٔ برباد کړل دَ دوی کړی کارونه ۔ ف۱۳

ف۱۳: یعنی چې دوی دَ الله کلام خوښ نهٔ کړو نو الله به دَ دوی کارونه څنګه خوښ کړی ۔ اؤ کوم کار چې دَ الله خوښ نهٔ وی هغه برباد دے ۔

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ دَمَّرَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ١٘ وَ لِلْكٰفِرِیْنَ اَمْثَالُهَا۝۱۰

ترجمه: آیا دوی ګرځیدلی نهٔ دی پهٔ وطن کښې چې لیدلے ېٔ وې څهٔ انجام شو دَ هغه قومونو چې دوی نه مخکښې وو ، تباهی راوسته الله پهٔ هغوی اؤ کافرانو دپاره دی هم دغه شان څیزونه (تباهی) ف۱۴

ف۱۴: یعنی تاسو فکر وکړیٔ چې اول پهٔ دنیا کښې دَ مخکښینیو کافرانو څهٔ حال شو اؤ الله تعالیٰ دَ هغوی منصوبې څنګه خاورې ایرې کړې نو آیا دَ دې وسنیو کافرانو سره داسې نهٔ شی کؤلے (ولې نه)۔

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ مَوْلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ اَنَّ الْكٰفِرِیْنَ لَا مَوْلٰی لَهُمْ۠۝۱۱

ترجمه: دا ځکه چې الله مددګار دے دَ ایمان دارو اؤ دَ کافرانو دپاره نشته څوک مددګار ف۱۵

ف۱۵: یعنی الله دَ نیکانو ایماندارو ملګرے دے دَ سختې پهٔ وخت ېٔ امداد کوی ۔ دَ کافرانو داسې ملګرے څوک دے چې دَ الله مقابلې ته ودریږی ۔ دَ اُحد پهٔ غزا کښې ابوسفیان دا چغه وهلې وه ۔ ”لَنَا الْعُزّٰی وَلَا عُزّٰی لَکُمْ“ (زمونږ مددګار عُزّٰی بت دے اؤ ستاسو عُزّٰی نشته) حضورﷺ اصحابو ته وفرمائیل تاسو ځواب ورکړیٔ اَللہُ مَوْلَانَا وَلَا مَوْلٰی لَکُمْ (الله زمونږ مددګار دے اؤ ستاسو هېڅوک مددګار نشته)۔

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ؕ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَتَمَتَّعُوْنَ وَ یَاْكُلُوْنَ كَمَا تَاْكُلُ الْاَنْعَامُ وَ النَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ۝۱۲

ترجمه: بېشکه الله به داخل کړی هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل پهٔ داسې باغونو کښې چې بهیږی ورلاندې نهرونه اؤ څوک چې کافر دی پکار راولی (فائده اخلی) اؤ خوری څنګه چې څاروی خوراک کوی اؤ اور دَ دوی کور دے ۔ ف۱۶

ف۱۶: یعنی دَ دنیا سامان استعمالوی اؤ دَ څارویو پهٔ شان خوری څښی اؤ خوب کوی دا غم ورسره څهٔ نشته چې دَ دې به راسره حساب کیږی ۔ ښهٔ ده څو ورځې دې مزې وکړی مخکښې ورته تل عمری اور تیار دے ۔

وَ كَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ هِیَ اَشَدُّ قُوَّةً مِّنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ١ۚ اَهْلَكْنٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ۝۱۳

ترجمه: اؤ څومره کلی دی چې زیات وو پهٔ زور کښې دَ دې کلی نه چې تهٔ ېٔ را ویستې ئ ، مونږ تباه کړل دغه کلی نو بیا ېٔ نشته هېڅوک مددګار ۔ ف۱۷

ف۱۷: یعنی مخکښینی قومونه دَ مکّې معظّمې دَ کافرانو نه پهٔ زور قوت کښې ډېړ زیات وو خو چې مونږ دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه تباه کړل نو نهٔ ېٔ خپله ځان بچ کؤلے شو اؤ نهٔ ېٔ بل څوک داسې مددګار وهٔ چې زمونږ دَ غضب نه ېٔ خلاص کړے وې ۔ چې هغوی ځان بچ نهٔ کړې شو نو دوی پهٔ څهٔ دومره غاوره دی۔

تنبیه: مِنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ نه مراد مکّه معظّمه ده ۔ دَ هغې ځائې خلقو داسې کارونه کؤل چې دَ رسول اللهﷺ نه خپل وطن پاتې شو ۔ حدیث شریف دے چې حضور اکرمﷺ دَ مکّې معظّمې نه وتو پهٔ وخت خپل ښار ته داسې مخاطبه وکړه ۔ اے زما وطنه قسم پهٔ الله تهٔ پهٔ ما اؤ پهٔ الله دَ ټولو ښارونو نه ډېر ګران اؤ ډېر خوږ ئ ۔ کهٔ زما قوم زهٔ له تا نه نهٔ ویستې نو ما به تهٔ هېچرې نهٔ وې پریٔښې ۔

اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ كَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَ اتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ۝۱۴

ترجمه: ښه نو آیا هغه سړے چې روان دے پهٔ صفا واضحه لار دَ خپل رب دَ طرف نه برابرېدے شی دَ هغهٔ سره چې ښائسته کړی شو ورته خپل ناکاره عملونه اؤ روان دے پهٔ خپلو خواهشونو پسې ۔ ف۱۸

ف۱۸: یعنی یو سړے ډېر پهٔ اخلاص اؤ پوهه پهٔ صفا پلن سړک بې خطرې روان دے اؤ بل سړے پهٔ کندو کپریو کښې پهٔ تیارهٔ کښې ټکرې خوری چې دَ تور سپین اؤ ښهٔ بد هېڅ فرق نهٔ شی کؤلے تر دې چې دَ خپلې بې عقلیٔ پهٔ وجه بدو ته ښهٔ وائی اؤ دَ خپلو خواهشونو پهٔ تابعداریٔ کښې داسې ړوند دے چې نور هېڅ نهٔ وینی ۔ نو آیا دَ دې دواړو کسانو آخر انجام یو شان کېدے شی؟ هېچرې نهٔ شی کېدے ځکه چې دا دَ الله تعالیٰ دَ عدل و انصاف دَ شان نه خلاف ده ۔

مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ١ؕ فِیْهَاۤ اَنْهٰرٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ١ۚ وَ اَنْهٰرٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ١ۚ وَ اَنْهٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ١ۚ۬ وَ اَنْهٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّی١ؕ وَ لَهُمْ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ وَ مَغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ١ؕ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَ سُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ۝۱۵

ترجمه: حال دَ هغه جنت چې وعده ېٔ شوے ده دَ پرهېزګارو سره (دا دے) چې پکښې نهرونه دی دَ اوبو چې بویٔ نهٔ کوی ۔ ف۱۹ اؤ پکښې نهرونه دی دَ داسې پیو چې خوند ېٔ نهٔ دے بدل شوے ف۲۰ اؤ پکښې نهرونه دی دَ شرابو چې مزیدار دی دَ څښؤنکیو دپاره ف۲۱ اؤ پکښې نهرونه دی دَ صفا شوی ګبین ف۲۲ اؤ دَ دوی دپاره پهٔ دې کښې هر قسم مېوې دی ف۲۳ اؤ معافی ده دَ خپل رب دَ طرف نه ، ف۲۴ (آیا) برابرېدے شی دَ هغه چا سره چې همېشه به وی پهٔ اور کښې اؤ څښلو ته به ورکؤلے ش یشېدلے اوبهٔ پرېکوی به ېٔ کولمې ف۲۵

ف۱۹: یعنی دَ ډېرې مودې ودرېدو یا دَ بل څیز دَ ګډون پهٔ وجه ېٔ پهٔ خوند کښې څهٔ فرق نهٔ دے راغلے بلکې صفا اؤ خوش خونده وی ۔ دَ ګبین نه زیاتې خوږې اؤ دَ پیو نه زیاتې سپینې اؤ صفا دی ۔

ف۲۰: یعنی دَ دنیا دَ پیو پهٔ شان ېٔ مهٔ ګڼیٔ چې لږ وخت پرې واؤړی نو خوند ېٔ خراب شی پهٔ هغې زمانې واؤړېدې بیا ېٔ هم پهٔ خوند کښې هېڅ فرق نهٔ دے راغلے ۔

ف۲۱: یعنی دَ هغه ځائې دَ شرابو تشه مزه اؤ خوند دے ۔ دَ دنیا دَ شرابو پهٔ شان تشه سرګردانی یا زړهٔ خرابؤل پکښې نشته ۔

ف۲۲: یعنی داسې صفا ګبین چې ښیرے اؤ ګډ خو پکښې نشته نشته بلکې ځګ قدرې هم پکښې نشته ۔

تنبیه: دلته دَ څلور قسمه نهرونو ذکر وشو ۔ پهٔ دې کښې اوبهٔ خو داسې شے دے چې دَ دې نه بغیر دَ بنیادم ګذاره نهٔ کیږی ۔ پئ یوه نرمه اؤ صفا غذا ده اؤ شراب خو دَ خوند اؤ مزې شے دے ۔ ګبین ته شفا وئیلی شوی دی ۔ نو څلور واړه هغه بهترین څیزونه دی چې بدل ېٔ نشته ۔

ف۲۳: دَ څښلو دَ څیزونو نه پس اوس دَ خوراک دَ څیزونو بیان دے (چې هر قسم مېوې به ډېرې وی څهٔ شے چې غواړی اؤ څومره چې غواړی ورته به حاضر وی کمے به دَ هېڅ څیز نهٔ وی)

ف۲۴: یعنی ټولې غلطیٔ به ورته معاف کړی اؤ جنّت ته به ېٔ واستوی ۔ جنّت کښې به بیا چرې دَ هغې غلطیو خبره هم نهٔ راځی چې تکلیف ورته پرې ورسی ۔ اؤ نهٔ به ورباندې هلته پهٔ څهٔ خبره ګرفت کیږی ۔

ف۲۵: یعنی دوزخیان چې دغه یشېدلے اوبهٔ وڅښی نو کولمې به ېٔ پرېکړې اؤ بهر ته به ووځی ۔ (اعاذ ناالله)

وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ١ۚ حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَا ذَا قَالَ اٰنِفًا١۫ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَ اتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ۝۱۶

ترجمه: اؤ پهٔ دوی کښې ځنی کسان داسې دی چې غوږ نیسی تا ته تر دې چې کله ستا (دَ مجلس) نه را ووځی نو وائی هغه کسانو ته چې ورکړې شوے دے علم اوس اوس دې سړی څهٔ ووې؟ ف۲۶ دا هغه کسان دی دَ چا پهٔ زړهٔ چې الله مهر لګؤلے دے،

ف۲۶: مخکښې آیتونو کښې دَ ایماندارو اؤ دَ کافرو حال بیان شو ۔ دَ کافرو یو قسم داسې هم دے چې پهٔ ظاهره دَ اسلام دعویٰ کوی اؤ پهٔ زړهٔ کښې کافر وی، دې کافر ته منافق وئیلی شی ۔ پهٔ دې آیت کښې دَ منافقانو حال بیانیږی چې دا خلق پهٔ ظاهره خو دَ پېغمبر خبرو ته غوږ نیسی خو سوچ پرې نهٔ کوی اؤ چې دَ مجلس نه پاڅی نو بیا دَ پوهه کسانو نه تپوس کوی چې اوس اوس پهٔ دې مجلس کښې پېغمبرﷺ څهٔ ووې ۔ شاید چې پهٔ دې کښې ېٔ غرض دا طعنه هم وی چې مونږ دَ دهٔ خبرو ته څهٔ اهمیت نهٔ ورکوؤ ۔ (یا دا چې مونږ دَ دهٔ دَ خبرو پهٔ مطلب نهٔ پوهیږو څهٔ ناشنا ناشنا خبرې کوی)

وَ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًی وَّ اٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ۝۱۷

ترجمه: اؤ دوی روان دی پهٔ خپلو خواهشونو پسې ف۲۷ اؤ څوک چې پهٔ سمه لار روان شو زیاته ېٔ کړه ورته پوهه اؤ ور ېٔ کړه پرهیزګاری ۔ ف۲۸

ف۲۷: یعنی دَ داسې خرابو حرکتونو نتیجه دا وی چې الله پاک ېٔ پهٔ زړونو مهر ولګوی بیا دَ نیکیٔ توفیق چرې هم نهٔ ورکوی ۔

ف۲۸: یعنی دَ اخلاص اؤ صداقت نتیجه دا وی چې ورځ پهٔ ورځ دَ بنده دَ زړهٔ نور زیاتیږی اؤ پهٔ نیکیٔ اؤ پرهیزګاریٔ کښې ترقی کوی ، دَ دین پوهه ېٔ زیاتیږی ۔

فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً١ۚ فَقَدْ جَآءَ اَشْرَاطُهَا١ۚ فَاَنّٰی لَهُمْ اِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرٰىهُمْ۝۱۸

ترجمه: نو اوس خو دوی بس انتظار کوی دَ قیامت چې ناڅاپه ېٔ پهٔ سر ودریږی اؤ راغلے ېٔ دی نخښې نو بیا به ېٔ کله نصیب شی نصیحت قبلؤل چې راشی پرې (قیامت) ف۲۹

ف۲۹: یعنی دَ قرآن نصیحتونه اؤ دَ تېرو قومونو حالات خو دوی واؤرېدل اوس نور دَ څهٔ انتظار کوی؟ بس دا چې قیامت راشی نو دَ قیامت ډېرې نخښانې خو راغلے دی اؤ چې قیامت خپله راشی نو بیا خو به دَ ایمان راؤړو موقع پاتې نهٔ شی ۔ یعنی هغه وخت کهٔ ایمان راؤړی هم نو هغه څهٔ فائده نهٔ ورکوی ۔ دَ دغه وخت ایمان نهٔ قبلیږی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ قیامت غټه نخښه خپله دَ آخری نبیﷺ راتلهٔ دی چې رسول اکرمﷺ دنیا ته راغلو نو دَ دنیا دَ پیداوښت غرض پوره شو اوس ېٔ دَ ورانؤلو وخت نژدے دے ۔ یو حدیث شریف دے چې رسول اکرمﷺ دَ شهادت ګوتې اؤ مینځې ګوتې ته اشاره وکړه وې فرمائیل ۔ اَنَا وَالسَّاعَةُ کَهَاتَیْنِ (زهٔ اؤ قیامت داسې یو لکه دا دواړه ګوتې) یعنی زهٔ دَ قیامت نه دومره مخکښې راغلے یم څومره چې مینځه ګوته چې دَ شهادت دَ ګوتې نه لویه ده (علامه عثمانی فرمائی) دَ صحیح مسلم پهٔ شرح فتح الملهم کښې ما دَ دې حدیث پوره تشریح کړے ده دلته نور ګنجائش نشته ۔

فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَ اسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَ مَثْوٰىكُمْ۠۝۱۹

ترجمه: نو تهٔ ښهٔ پوهه شه چې بل دَ هېچا عبادت نشته بې دَ یو الله نه اؤ معافی وغواړه دَ ګناهونو دَ ځان دپاره اؤ دَ مؤمنانو سړیو اؤ مؤمنانو ښځو دپاره ۔ ف۳۰

ف۳۰: دَ هر چا ګناه دَ هغهٔ دَ شان مناسب وی ۔ دَ یو کار ډېر ښهٔ اړخ پرېښؤل اؤ بل اخستل اګر کهٔ هغه هم جائز اؤ ښهٔ وی ځنې وخت دَ ډېرو ښو خلقو پهٔ حق کښې ګناه ګڼلې شی ۔ حدیث شریف دے چې رسول اکرمﷺ به هره ورځ سل(۱۰۰) ځله استغفار وې ۔

تنبیه: دَ ”فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللہُ“ خطاب هر یو مخاطب ته دے اؤ کهٔ خاص رسول اللهﷺ ته وی نو بیا ېٔ مطلب دا دے چې پهٔ خپل علم پوخ اؤ کلک وسه اؤ استغفار کوه ۔ دَ دې آیت ربط (تړون) دَ مخکښینیو آیتونو سره دا دے چې هر کله دَ قیامت راتلو نه پس ایمان قبول نهٔ دے نو بنده ته پکار دی چې دَ قیامت نه مخکښې پهٔ توحید ځان ښهٔ پوهه کړی ایمان راؤړی اؤ دَ استغفار طریقه زده کړی ۔

وَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْ لَا نُزِّلَتْ سُوْرَةٌ١ۚ فَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَّ ذُكِرَ فِیْهَا الْقِتَالُ١ۙ رَاَیْتَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یَّنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ١ؕ فَاَوْلٰی لَهُمْۚ۝۲۰

ترجمه: اؤ الله ته معلوم دے ځائې دَ واپس کېدو ستاسو دَ ځائې دَ استوګې ستاسو ، ف۳۱ اؤ وائی ایماندار ولې نازل نهٔ شو یو سورت ف۳۲ بیا چې کله نازل شو یو سورت محکم ۔ ف۳۳ اؤ ذکر وشو پکښې دَ جنګ نو تهٔ وینې هغه کسان چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ مرض دے چې ګوری تا ته لکه چې ګوری بیهوشه پروت دَ مرګ پهٔ وخت نو تباهی ده دوی دپاره دَ دوی ۔ ف۳۴

ف۳۱: یعنی کهٔ ډېر وګرځیٔ اؤ واؤړیٔ را واؤړیٔ خو هم هغه جنّت یا دوزخ ته به ځیٔ کوم چې مو اصلی کور اؤ مستقله دېره ده ۔

ف۳۲: یعنی داسې سورت چې پکښې دَ جهاد اجازت وی ۔

ف۳۳: یعنی ازمائیلی شوی ، پاخهٔ اؤ نهٔ بدلیدونکی احکام دی پکښې ۔

ف۳۴: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ مسلمانان دَ کافرو دَ ظلم دَ لاسه تنګ شوی وو نو داسې صورت ېٔ غوښتو چې دَ کافرو نه دَ بدل اخستو اجازت ورته وشی (پهٔ دې وخت کښې ورته دَ کافرو سره جنګ کؤلو اجازت نهٔ وهٔ دَ صبر حکم وهٔ) نو کله چې دَ جهاد اجازت وشو نو پهٔ منافقانو اؤ کمزوری مسلمانانو سخته راغله نو دَ ډېرې ویرې به ېٔ رسول اللهﷺ ته پهٔ خړو خړو سترګو نېغ نېغ کتل کهٔ مونږ دَ دې حکم نه معاف کړی ۔ دَ ډېره هیبته هم دَ سترګو نور ختم شی اؤ لکه دَ ځنکدن دَ وخت خړې خړې پاتی شی ۔

طَاعَةٌ وَّ قَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ١۫ فَاِذَا عَزَمَ الْاَمْرُ١۫ فَلَوْ صَدَقُوا اللّٰهَ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْۚ۝۲۱

ترجمه: حکم منل دی اؤ ښهٔ خبره (کؤل دی) بیا کوم وخت چې پوخ شی کار نو کهٔ رښتونی پاتی شو دَ الله سره نو دوی دپاره بهتره ده ۔ ف۳۵

ف۳۵: یعنی پهٔ ظاهره خو تابعدار ښکاری اؤ پهٔ خلهٔ دَ اسلام اقرار کوی لېکن دَ مطلب ټکې دا دے چې دَ الله رسولﷺ پهٔ حکمونو عمل وکړی اؤ روغه خبره وکړی اؤ کوم وخت چې پرې دَ جهاد دَ حکمونو زور راشی نو دَ الله پهٔ مخکښې دَ اسلام خپل قول رښتیا کړی اؤ پوره تابعدار شی پهٔ دغه کښې ېٔ خیر دے ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی یعنی څوک چې دَ شریعت حکم نهٔ منی هغه کافر دے ۔ دَ شریعت هر حکم منل ضروری دی اؤ بیا رسولﷺ هم سړی پیژنی کمزوری اؤ بې زړهٔ خلق به ولې جنګوی ۔ البته کهٔ ډېره سخته راغله نو بیا به ټول جنګیږی ګنی څهٔ حاجت ورته نشته ۔ زړهٔ ور مسلمانان ډېر دی ۔

فَهَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ تَوَلَّیْتُمْ اَنْ تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَ تُقَطِّعُوْۤا اَرْحَامَكُمْ۝۲۲

ترجمه: نو بیا تاسو نه دا هم طمع ده کهٔ درکړې شو حکومت نو فساد به وکړیٔ پهٔ ملک کښې اؤ پرې به کړیٔ خپلولیٔ ۔ ف۳۶

ف۳۶: یعنی دَ حکومت اؤ طاقت پهٔ نشه کښې اکثر دَ خلقو نه انصاف پاتې کیږی دَ دنیا حرص ېٔ زیات شی نو بیا دَ مال اؤ اقتدار دپاره ېٔ خپلو کښې اختلافات اؤ جګړې راپورته شی ۔ آخری نتیجه ېٔ دا وی چې پهٔ ملک کښې شر فساد عام شی دَ خپلویٔ اؤ دوستیٔ تعلق ختم شی۔

حضرت شاه صاحبؒ لیکی یعنی اوس خو ځان پورې تنګ ییٔ دَ جهاد ارمان کویٔ خو کهٔ الله تعالیٰ درته غلبه درکړه نو ګورې چې فساد جوړ نهٔ کړیٔ۔

تنبیه: دلته شیخ الهند رحمته الله علیه دَ ”تَوَلَّیْتُمْ“ معنٰی حکومت موندل کړے ده لکه چې دَ نورو ډېرو مفسرانو هم دغه خیال دے ۔ ځنې عالمانو دَ ”تَوَلَّیْتُمْ“ مطلب مخ اړؤل اؤ دَ جهاد نه پهٔ شا کؤل بیان کړی دی اؤ ظاهره ده چې بې جهاده پهٔ دنیا کښې امن نهٔ شی جوړېدے اؤ چې امن اؤ انصاف نهٔ وی نو ضرور به شر اؤ فساد خوریږی اؤ ځنو مفسرانو ېٔ دا مطلب بیان کړے دے چې کهٔ تاسو دَ ایمان راؤړو نه مخ واړؤلو نو دَ جاهلیت دَ زمانې پهٔ شان به بیا پهٔ ملک کښې شر اؤ فساد خور شی ۔ پهٔ نهٔ څهٔ خبره به جنګ غوبل وی، خپلویٔ اؤ دوستیٔ به ختم شی ۔ اؤ کهٔ دې آیت کښې خطاب خاص منافقانو ته وی نو دا مطلب ېٔ هم کېدے شی چې تاسو نه هم دغه طمع کېدے شی چې شرفساد به جوړویٔ ۔ دَ مسلمانانو دَ خپلویٔ اؤ تعلق به څهٔ خیال نهٔ ساتیٔ اؤ دَ کافرو ملګرتیا به کویٔ ۔

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فَاَصَمَّهُمْ وَ اَعْمٰۤی اَبْصَارَهُمْ۝۲۳

ترجمه: هم دغه شان خلق دی څوک چې پهٔ لعنت کړل الله بیا ېٔ کړهٔ کاڼهٔ اؤ ړندې ېٔ کړې ورله سترګې ۔ ف۳۷

ف۳۷: یعنی دَ حکومت اؤ طاقت پهٔ نشه کښې ړاندهٔ کاڼهٔ شو ۔ ظلمونه ېٔ شروع کړل ۔ دَ هېچا نصیحت پرې اثر نهٔ کؤلو ۔ نو الله پرې لعنت وکړو اؤ زړونه ېٔ سخت شو دَ خپل ناکاره عمل اؤ خراب استعداد پهٔ وجه ۔

اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُهَا۝۲۴

ترجمه: آیا دوی غور نهٔ کوی پهٔ قرآن کښې اؤ کهٔ زړونو ته ېٔ جندرې وهلې شوی دی ۔ ف۳۸

ف۳۸: یعنی منافقان سوچ نهٔ کوی اؤ یا ېٔ دَ شرارت پهٔ وجه زړونو ته داسې جندرې لګېدلی دی چې دَ نصیحت دَ ورننوتو لار ورته نشته کهٔ دَ قرآن پهٔ احکامو ېٔ دَ غور کؤلو توفیق وې نو پوهه شوی به وو چې پهٔ جهاد کښې دَ دنیا اؤ آخرت څومره بې شمېره فائدې دی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ ارْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَی١ۙ الشَّیْطٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ١ؕ وَ اَمْلٰی لَهُمْ۝۲۵

ترجمه: بېشکه څوک چې را واپس شو پهٔ شا پس دَ دې نه چې واضحه شوه ورته سمه لار ، شیطان ورته زړهٔ کښې خبرې واچؤلے اؤ مهلت وعدې ېٔ ورسره وکړې۔ ف۳۹

ف۳۹: یعنی منافقان پهٔ خلهٔ دَ اسلام دَ اقرار کؤلو نه پس دَ سختې پهٔ وخت بیا دَ خپل اقرار نه واپس کیږی اؤ پهٔ جهاد کښې نهٔ شریک کیږی ۔ شیطان ورته پهٔ زړهٔ کښې دا اچؤلی دی کهٔ جنګ نه پاتې شویٔ نو ډېره موده به ژوندی پاتې شیٔ پهٔ جهاد کښې خامخا ځان ولې وژنیٔ اؤ الله خبر چې نورې به ېٔ ورسره څهٔ وږدې وږدې وعدې کړی وی ۔ ”وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا“۔ (اؤ دَ شیطان وعدې خو ټولې دَ دروغو دی)

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ كَرِهُوْا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ سَنُطِیْعُكُمْ فِیْ بَعْضِ الْاَمْرِ١ۖۚ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ اِسْرَارَهُمْ۝۲۶

ترجمه: دا ځکه چې دوی ووې هغه کسانو ته چې بیزار دی دَ الله نازل کړی کتاب نه مونږ به خبره ومنو ستاسو پهٔ ځنو کارونو کښې اؤ الله ته معلومه دی دَ دوی صلاح ګانې ۔ ف۴۰

ف۴۰: منافقانو به یهودو ته وې مونږ پهٔ ظاهره خو مسلمانان یو لېکن دَ مسلمانانو پهٔ ملګرتیا کښې ستاسو سره جنګ نهٔ کوؤ بلکې کهٔ موقع پهٔ لاس راغله نو ستاسو امداد به کوؤ ۔

فَكَیْفَ اِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَ اَدْبَارَهُمْ۝۲۷

ترجمه: نو بیا به څنګه حال وی کله چې فرښتې دَ دوی ساه وباسی وهی به ېٔ پهٔ مخونو اؤ پهٔ شاګانو ۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی اوس خو دَ مرګ دَ ویرې دَ جنګ نه ځان پاتې کویٔ خو چې پهٔ خپله نېټه درنه فرښتې پهٔ زور ساه وباسی نو هغه وخت به ځان څنګه بچ کړیٔ ۔

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اتَّبَعُوْا مَاۤ اَسْخَطَ اللّٰهَ وَ كَرِهُوْا رِضْوَانَهٗ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ۠۝۲۸

ترجمه: دا ځکه چې دوی لاړل پهٔ هغه لار چې الله ترې بیزار دے اؤ ناخوښه ېٔ کړه دَ الله رضا نو (الله) برباد کړل عملونه دَ دوی ۔ ف۴۲

ف۴۲: یعنی پهٔ کوم کار چې الله راضی کېدو هغه دَ دوی نه وهٔ خوښ اؤ هغه کارونه به ېٔ کؤل کوم چې دَ الله نهٔ دی خوښ ځکه به دَ مرګ پهٔ وخت داسې سختې وینی ۔ دَ کفر اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه دَ دوی ټول پهٔ ظاهره نیک عملونه هم الله تعالیٰ بیکاره کړل اوس ورته هېڅ فائده نهٔ شی ورکؤلے ۔

اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَنْ لَّنْ یُّخْرِجَ اللّٰهُ اَضْغَانَهُمْ۝۲۹

ترجمه: آیا دا ګومان کوی هغه کسان چې پهٔ زړونو کښې ېٔ مرض دے چې الله به څرګندې نهٔ کړی دَ دوی کینې ۔ ف۴۳

ف۴۳: یعنی دَ منافقانو پهٔ زړونو کښې چې مسلمانانو سره کومه کینه اؤ بغض دے نو دَ دوی څهٔ خیال دے چې دا به هم دغه شان پټ پاتې شی مسلمانانو ته به هېچرې نهٔ ښکاره کیږی ۔ هرګز داسې نهٔ ده ۔ الله تعالیٰ به دَ دوی پټ خباثت مسلمانانو ته ښکاره کړی ۔ اؤ پهٔ دوی به داسې ازمیښت راولی چې کره کوټه به پکښې صفا وپیژندے شی ۔

وَ لَوْ نَشَآءُ لَاَرَیْنٰكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِیْمٰىهُمْ١ؕ وَ لَتَعْرِفَنَّهُمْ فِیْ لَحْنِ الْقَوْلِ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ اَعْمَالَكُمْ۝۳۰

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو تا ته به ېٔ وښیو اؤ تا خؤ پېژندلی دی دَ څهرو نه ، اؤ بیا به ېٔ ښهٔ وپېژنې دَ خبرو دَ انداز نه ۔ ف۴۴ اؤ الله ته معلوم دی ستاسو ټول کارونه ۔ ف۴۵

ف۴۴: یعنی کهٔ الله تعالیٰ وغواړی نو خپل رسول ته به ټول منافقان بیل بیل وښیٔ اؤ دَ یو یو دَ نوم نه به ېٔ خبر کړی چې پهٔ دې ډله کښې دا سړے منافق دے اؤ پهٔ دې ډله کښې دا یو دے خو دَ الله تعالیٰ کامل حکمت اؤ مصلحت دا نهٔ غواړی هسې الله تعالیٰ خپل رسولﷺ ته کامل فراست ورکړے دے چې دَ مخ دَ رنګ اؤ کړو وړو نه منافق پیژنی اؤ مخکښې به ېٔ دَ خبرو دَ طرز اؤ اندازې نه پوره پیژندګلو وشی ۔ ځکه چې دَ منافق اؤ مخلص پهٔ خبرو کښې ښکاره فرق وی ۔ کوم شان شوکت اؤ پوخوالې چې دَ مخلص پهٔ خبرو کښې وی منافق پهٔ ډېر کوشش هم داسې نهٔ شی پیدا کؤلے۔

تنبیه: شیخ الهند رحمته الله علیه فَلَعَرَفْتَهُمْ دَ لَوْ نَشَاءُ ماتحت کړے دے؟ اؤ دَ لَاَرَیْنَاکَهُمْ نتیجه کړے ېٔ نهٔ دے بلکې دواړه جملې ېٔ ځان ځان ته کړی دی ۔ اکثرو مفسرینو لَعَرَفْتَهُمْ دَ لَوْ نَشَاءُ ماتحت کړے دے اؤ دَ لَاَرَیْنَاکَهُمْ نتیجه کړے ېٔ ده ۔ یعنی زهٔ به ېٔ درته وښیٔم نو تهٔ به ېٔ مخونه وپېژنې (علامه عثمانی فرمائی) زما پهٔ خیال دَ مترجم طریقه ډېره لطیفه اؤ بهتره ده ۔ پهٔ ځنو احادیثو کښې راځی چې رسول اکرمﷺ ځنو منافقانو ته نومونه واخستل اؤ دَ خپل مجلس نه ېٔ پاڅؤلی دی ۔ ممکنه ده چې دا پیژندګلی ېٔ دَ خبرو دَ اندازې نه یا نورو علامو نه کړی وی اؤ ممکنه ده چې دې آیت نازلېدو نه پس ورته الله تعالیٰ دَ ځنو منافقانو نومونه ښودلی وی ۔

ف۴۵: یعنی دَ بندیانو نه خو خبره پټه پاتې کېدے شی لېکن دَ الله تعالیٰ نه هېڅ پټ نه دی، هغهٔ ته دَ بندیانو ټول کارونه معلوم دی پټ وی اؤ کهٔ څرګند (بلکې هغه خو دَ زړونو پهٔ حال هم خبر دے)

وَ لَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتّٰی نَعْلَمَ الْمُجٰهِدِیْنَ مِنْكُمْ وَ الصّٰبِرِیْنَ١ۙ وَ نَبْلُوَاۡ اَخْبَارَكُمْ۝۳۱

ترجمه: اؤ مونږ به ضرور پهٔ تاسو ازمیښت کوؤ چې معلوم کړو پهٔ تاسو کښې جهاد کؤنکی اؤ صبر کؤنکی ف۴۶ اؤ تحقیق وکړو ستاسو دَ خبرونو (حالاتو) ف۴۷

ف۴۶: یعنی دَ جهاد دَ حکم غرض پهٔ مسلمانانو ازمیښت دے ۔ پهٔ دې سخته کښې څرګندیږی چې څوک دَ الله دَ رضا دپاره سر اؤ مال قربانوی اؤ پهٔ سختو صبر کوی اؤ کلک ولاړ وی اؤ څوک کمزورتیا ښکاره کوی ۔

ف۴۷: یعنی دَ هر چا دَ تابعداریٔ اؤ دَ ایمان دَ مضبوطیا اندازه به معلومه شی اؤ دَ ټولو دَ زړهٔ حال به پهٔ ښهٔ شان معلوم شی ۔

تنبیه: دَ حَتّٰی نَعْلَمَ نه چې دَ الله دَ علم دَ حادث کېدو کوم شک کیږی دَ دې پوره ځواب مونږ پهٔ دویٔمه پاره کښې دَ آیت اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یَّتَّبِعُ الرَّسُوْلَ پهٔ تفسیر کښې لیکلے دے هغه وګوریٔ ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ صَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ شَآقُّوا الرَّسُوْلَ مِنْۢ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدٰی١ۙ لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا١ؕ وَ سَیُحْبِطُ اَعْمَالَهُمْ۝۳۲

ترجمه: څوک چې منکر شو اؤ منع ېٔ کړل خلق دَ الله دَ لارې نه اؤ مخالف شو دَ رسول پس دَ دې نه چې واضحه شوه ورته نېغه لار ، دوی نقصان نهٔ شی رسولے الله ته هېڅ هم اؤ الله به برباد کړی دَ دوی ټول کارونه ۔ ف۴۸

ف۴۸: یعنی پهٔ دې کارونو خپل عاقبت خرابوی اؤ خپل ځان ته نقصان رسوی د َالله دین ته یا دَ الله رسولﷺ ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔ هغه قادرِ مطلق به دَ دوی ټولې منصوبې خاورې ایرې کړی اؤ ټول کارونه به ېٔ خراب تراب کړی ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَ لَا تُبْطِلُوْۤا اَعْمَالَكُمْ۝۳۳

ترجمه: اے ایماندارو تابعدار شیٔ دَ الله اؤ تابعدار شیٔ دَ رسول اؤ مهٔ بربادویٔ خپل کړی کارونه ۔ ف۴۹

ف۴۹: یعنی پهٔ جهاد کښې یا دَ الله پهٔ لار کښې نور څهٔ محنت اؤ کوشش هله مقبول دے چې دَ الله اؤ رسولﷺ دَ حکم موافق وی هسې پهٔ خپل طبیعت یا هسې دَ خپل شوق اؤ دَ خواهش دپاره هېڅ کار مهٔ کویٔ ۔ ګنی دا خواری به مو هسې عبث شی ۔ دَ مسلمان کار دا نهٔ دے چې کوم نیک کارونه چې ېٔ کړی وی هغه تباه و برباد کړی ۔ نیک کار نیمګړې مهٔ پرېږدیٔ اؤ مهٔ په ریا اؤ فخر خپل کړے کار خرابویٔ ۔ ریا اؤ کبر غرور نیک کارونه خرابوی نو دَ مرتد کېدو (دین نه واپس کېدو) خو هډو نوم مهٔ اخلیٔ پهٔ هغې خو ټول کړی کارونه برباد شی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ صَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ مَاتُوْا وَ هُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ۝۳۴

ترجمه: څوک چې منکر شو اؤ منع ېٔ کړل خلق دَ الله دَ لارې نه بیا مړهٔ شو دَ انکار پهٔ حالت کښې هرګز به ېٔ ونهٔ بخښی الله ف۵۰

ف۵۰: یعنی دَ کافرو دپاره دَ الله پهٔ دربار کښې معافی نشته بیا خاص کر هغه کافر کوم چې نور خلق هم دَ اسلام نه منع کوی ۔

فَلَا تَهِنُوْا وَ تَدْعُوْۤا اِلَی السَّلْمِ١ۖۗ وَ اَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ١ۖۗ وَ اللّٰهُ مَعَكُمْ وَ لَنْ یَّتِرَكُمْ اَعْمَالَكُمْ۝۳۵

ترجمه: نو تاسو بې همته کېږیٔ مه چې چغې ووهیٔ دَ صلحې ف۵۱ اؤ هم تاسو به غالب ییٔ اؤ الله دَ تاسو سره دے اؤ هغه به نقصان نهٔ درکوی ستاسو پهٔ کارونو کښې ۔ ف۵۲

ف۵۱: یعنی مسلمانانو ته پکار دی چې دَ کفارو پهٔ مقابله کښې کمزوری اؤ سستی ونهٔ کړی اؤ نهٔ دَ جنګ نه ځان خلاصؤلو دپاره ورته دَ صلحې پیشکش وکړی ګنی کافر به زړهٔ ور شی اؤ نور زیاتے به شروع کړی ۔ البته کهٔ یو وخت داسې وی چې پهٔ صلح کښې دَ مسلمانانو خیر وی نو بیا صلح کؤلو کښې څهٔ بدی نشته لکه مخکښې سورتِ فتح کښې چې راځی ۔ بهرحال دَ سستیٔ اؤ کمزوریٔ پهٔ بنا صلح نهٔ ده پکار ۔ (اؤ کهٔ خاص فائده وی پکښې نو خیر دے)۔

ف۵۲: یعنی دَ خطرې څهٔ خبره نشته کهٔ تاسو دَ صبر اؤ استقلال نه کار واخستو نو الله دَ ستاسو ملګرے دے ضرور به غلبه درکړی اؤ پهٔ هېڅ حالت کښې به مو نقصان ته نهٔ پریږدی ۔

اِنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّ لَهْوٌ١ؕ وَ اِنْ تُؤْمِنُوْا وَ تَتَّقُوْا یُؤْتِكُمْ اُجُوْرَكُمْ وَ لَا یَسْـَٔلْكُمْ اَمْوَالَكُمْ۝۳۶

ترجمه: بېشکه دا دَ دنیا ژوند خو لوبې اؤ نندارې دی اؤ کهٔ تاسو یقین وکړو اؤ ځان مو وساتلو در به کړی تاسو ته ستاسو بدله اؤ نهٔ به غواړی درنه ستاسو مالونه۔ ف۵۳

ف۵۳: یعنی دَ آخرت پهٔ مقابله کښې دَ دنیا ژوند هسې لوبې اؤ یوه تماشه ده کهٔ پهٔ تاسو کښې ایمان اؤ تقویٰ وه اؤ دَ دې لوبو نه مو ځان بچ کړو نو الله تعالیٰ به دَ دې پوره پوره اجر درکړی اؤ ستاسو مال به هم له تاسو نه ونهٔ غواړی ۔ دَ هغهٔ مال ته څهٔ حاجت دے؟ هغه خو خپله نورو ته مال ورکوی لکه چل ځائې فرمائی: مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنَ ۝ اِنَّ اللهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُوالْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ (سورتِ ذاریات ، رکوع ۳)

”زهٔ نهٔ غواړم دَ دوی نه روزی اؤ نهٔ ورنه دا غواړم چې ما ته خوراک راکړی بېشکه الله تعالیٰ ډېر رزق ورکؤنکے اؤ دَ مضبوط طاقت مالک دے ۔“

اؤ کهٔ دَ چا نه مال وغواړی نو اصلی مالک ېٔ هم هغه دے ټول مالونه دَ هغهٔ دی بیا هم کله چې چا ته دَ دین پهٔ کار کښې دَ مال لګؤلو حکم ورکوی نو ټول مال ترې نهٔ غواړی څهٔ ډېره لږه حصه ترې غواړی هغه هم دَ خپلې فائدې دپاره نه بلکې ستاسو دَ فائدې دپاره ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ الله تعالیٰ پهٔ مسلمانانو ملکونه فتح کړل ۔ څهٔ لږه موده مسلمانانو دَ الله پهٔ لار کښې خپل مال لګؤلے وهٔ بیا ورته دَ هغې پهٔ سل سل چنده پهٔ لاس ورغلو ۔ دَ دین پهٔ کار کښې خرڅ دپاره بل ځائې کښې الله ته قرض ورکؤل وئیلی شوی دی ۔

اِنْ یَّسْـَٔلْكُمُوْهَا فَیُحْفِكُمْ تَبْخَلُوْا وَ یُخْرِجْ اَضْغَانَكُمْ۝۳۷

ترجمه: اؤ کهٔ وغواړی درنه دغه مالونه اؤ تنګ مو کړی نو بخل به وکړیٔ اؤ څرګند به کړی ستاسو دَ زړهٔ خفګان ۔ ف۵۴

ف۵۴: یعنی کهٔ الله تعالیٰ درنه پهٔ کلکه ټول مال وغوښتو کوم چې هغهٔ درکړے دے نو څومره ځوانان دی چې پهٔ روڼ تندی به ېٔ ورکړی اکثر خو به داسې وی چې پهٔ مال لګؤلو به ېٔ زړهٔ خفه کیږی اؤ صفا انکار به وکړی ۔

هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ۚ فَمِنْكُمْ مَّنْ یَّبْخَلُ١ۚ وَ مَنْ یَّبْخَلْ فَاِنَّمَا یَبْخَلُ عَنْ نَّفْسِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ الْغَنِیُّ وَ اَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ١ۚ وَ اِنْ تَتَوَلَّوْا یَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ١ۙ ثُمَّ لَا یَكُوْنُوْۤا اَمْثَالَكُمْ۠۝۳۸

ترجمه: واؤریٔ تاسو بللی شیٔ چې خرچ وکړیٔ دَ الله پهٔ لار کښې ف۵۵ نو ځنې خو پهٔ تاسو کښې داسې دی چې نهٔ ورکوی ، نو څوک چې نهٔ ورکوی نهٔ ېٔ ورکوی خپل ځان ته ، ف۵۶ اؤ الله بې پرواه دے اؤ تاسو محتاج ییٔ ف۵۷ اؤ کهٔ تاسو واپس شیٔ (دَ ایمان نه) نو بدل به کړی نور خلق له تاسو نه غیر بیا به هغوی نهٔ وی ستاسو پهٔ شان ۔ ف۵۸

ف۵۵: یعنی دَ الله تعالیٰ درکړی مال نه څهٔ لږه حصه دَ الله پهٔ لار کښې ولګویٔ دَ خپلې فائدې دپاره ۔

ف۵۶: یعنی پهٔ دې ورکړه کښې هم ستاسو خیر دے کهٔ نهٔ ورکویٔ نو خپل نقصان به وکړیٔ الله بې پرواه دے ۔

ف۵۷: حضرت شاه صاحبؒ فرمائی پهٔ تاسو چې دَ مال لګؤلو کوم تاکید کیږی نو دا خیال نهٔ کویٔ چې الله یا دَ هغهٔ رسولﷺ ېٔ درنه خپل ځان دپاره غواړی ۔ نه ۔ دې کښې هم ستاسو خیر دے ۔ دَ یو پهٔ ځائې به یو یو زر درکړې شی ۔ الله اؤ دَ هغهٔ رسولﷺ بې پرواه دی ۔ دَ هغوی ستاسو مالونه نهٔ دی پکار ۔

ف۵۸: یعنی الله پاک چې ستاسو نه دَ کوم کار دپاره مال غواړی هغه ستاسو ورکړې ته نهٔ دے اټال ۔ کهٔ تاسو بخل وکړو اؤ حکم مو ونهٔ منلو نو الله تعالیٰ به ستاسو پهٔ ځائې بل قوم راپورته کړی ۔ چې هغه به ستاسو پهٔ شان بخیلان نهٔ وی ۔ پهٔ ارت زړهٔ به دَ الله پهٔ لار کښې خپل مالونه لګوی اؤ دَ الله دَ هر حکم تعمیل به کوی ۔ (پهٔ دې طریقه به الله خپل دین کامیاب کړی)

بهرحال الله تعالیٰ چې څهٔ غواړی هغه خو به خامخا کیږی البته تاسو به دَ دې نیک بختیٔ نه محروم شیٔ ۔ حدیث شریف دے چې اصحابوؓ دَ رسول اکرمﷺ نه تپوس وکړو دَ بل قوم نه کوم قوم مراد دے ۔ حضور اکرمﷺ پهٔ سلمان فارسیؓ لاس کښېښوهٔ ، دَ دهٔ قوم ۔ اؤ وې فرمائیل قسم پهٔ الله کهٔ ایمان پاس ثريّا ته وخیژی هم دَ دهٔ قوم به ېٔ دَ ثريّا نه راکوز کړی ۔ الحمدلله اصحابوؓ هغه بې نظیره قربانیٔ پیش کړې اؤ دَ دین ېٔ داسې زبردست خدمت وکړو چې دَ بل قوم دَ راپورته کؤلو حاجت پاتې نهٔ شو ۔ بیا هم دَ فارس خلقو اسلام قبول کړو اؤ دَ دین ېٔ داسې زبردست خدمت وکړو چې هر چا ومنله واقعی دا قوم وهٔ چې دَ ضرورت پهٔ وخت ېٔ دَ عربو ځائې نیؤلے شو ۔ دَ نورو زرګونو عالمانو اؤ امامانو نه علاوه یو دَ امام اعظم ابو حنیفهؒ وجود دَ حضور اکرمﷺ دَ پیشنګوییٔ پوره کېدو دپاره کافی دے ۔ بلکې دَ دې خوشخبریٔ وړومبے مصداق هم امام صاحبؒ دے ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَۃُ الْفَتَحْ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ تِسْعٌ وَّ عِشْرُوْنَ اٰیَۃً وَّ اَرْبَعُ رُکُوْعَات ۔

سورتِ فتح پهٔ مدینه کښې نازل شوے اؤ دَ دې یو کم دیرش(۲۹) آیتونه اؤ څلور رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًاۙ۝۱

ترجمه: ف۱ مونږ فیصله وکړه ستا دپاره واضحه فیصله ،

ف۱: دَ دې سورت پهٔ ګڼو آیتونو کښې ګڼو واقعاتو ته اشارې دی ۔

دَ پوهې دَ آسانتیا پهٔ غرض دَ هغې ټولو واقعاتو خلاصه دلته لیکو ۔

(۱) نبی کریمﷺ پهٔ مدینه منوّره کښې خوب ولیدو چې مونږ مکّې معظّمې ته پهٔ امن و امان ننوتو ۔ عمره مو وکړه اؤ حلق یا قصر مو وکړو ۔ هغوی دا خوب اصحابوؓ ته بیان کړو ۔ اګرچې حضور اکرمﷺ وخت نهٔ وهٔ ښودلے چې دا به کله وی ۔ لېکن اکثرو اصحابوؓ دَ ډېر شوق پهٔ وجه دا خیال وکړو چې دا عمره به څښکال وی ۔ حضورﷺ هم دَ اصحابوؓ دَ ډېر شوق پهٔ وجه هم پهٔ دغه کال دَ عمرې اراده وکړه ۔

(۲) تقریبًا پنځلس سوه اصحابؓ هغویﷺ سره دَ عمرې پهٔ نیت روان شو ۔ دَ قربانیٔ څاروی (هدی) ېٔ هم دَ ځان سره روان کړل ۔ دَ مکّې مشرکان چې خبر شو نو راجمع شو اؤ پهٔ اتفاق ېٔ دا فیصله وکړه چې مسلمانان عمرې ته نهٔ پرېږدو ۔ حال دا دے چې عربو به دَ حج اؤ عمرې نه دښمن قبیلې هم نهٔ منع کؤلے ۔ پهٔ دې ورځو کښې به چا دښمن ته هم غږ نهٔ کؤلو ۔ سره دَ دې دَ مکّې مشرکانو دا فیصله وکړه چې مسلمانان عمرې ته نهٔ پرېږدو ۔ بهرحال دَ مسلمانانو قافله حدیبیه نومې پړاؤ ته ورسېده (دا ځائې مکّې ته نژدے دے اؤ نن ورته شُمَیْسِیّه وئیلی شی) دلته دَ حضور اکرمﷺ اوښه کښېناسته اؤ پهٔ هېڅ شان نهٔ پاڅېده ۔ حضور اکرمﷺ وفرمائیل: حَبَسَهَا حَابِسُ الْفِیْلِ (دا اوښه هغه لوئے ذات دَ مخکښې تللو نه منع کړه چا چې دَ ابرهه هاتیان دَ مخکښې تلو نه منع کړی وو) یعنی دا اوښه دَ الله پهٔ حکم ناسته ده ۔ مخکښې نهٔ ځی ۔ دلته حضور اکرمﷺ دَ قریشو دَ ارادې نه خبر شو نو وې فرمائیل ۔ قسم پهٔ الله زهٔ به دَ مکّې معظّمې دَ خلقو هره داسې خبره منم پهٔ کومه کښې چې دَ پاکو ځایونو احترام باقی پاتی کیږی ۔ حضورﷺ پهٔ دغه ځائې دېره شو ۔ قریشو ته ېٔ خبر واستؤلو چې زهٔ دَ جنګ پهٔ نیت نهٔ یم راغلے دَ عمرې پهٔ نیت راغلے یم ۔ دَ قربانیٔ څاروی راسره دی ۔ اؤ چې عمره وکړم نو سمدستی به واپس شم ۔ دَ عمرې نه مې مهٔ منع کویٔ ۔ هغوی دَ دې پېغام څهٔ ځواب ور نهٔ کړو ۔ نو بیا حضورﷺ حضرت عثمانؓ حالاتو معلومؤلو دپاره واستؤلو اؤ ځنی کمزوری مسلمانان نر ښځې چې تر اوسه پهٔ مکّه کښې وسېدل هجرت ېٔ لا نهٔ وهٔ کړے اؤ دَ مشرکانو دَ لاسه ډېر پهٔ تکلیف وو ۔ مشرکانو پرې ډېر ظلمونه کؤل۔ حضورﷺ دَ حضرت عثمانؓ پهٔ خلهٔ هغوی ته دا خوشخبری واستؤله چې انشاء الله ډېر ژر به پهٔ مکّه معظّمه مسلمانان غالب شی اؤ تاسو به دَ مشرکانو دَ ظلم نه خلاص کړی ۔

(۳) هلته قریشو حضرت عثمانؓ څو ورځې ځان سره ایسار کړو ۔ چې ډېرې ورځې تېرې شوې نو دلته خبره مشهوره شوه چې هغه مشرکانو شهید کړو ۔ پهٔ دې وخت کښې حضور اکرمﷺ دا خیال وکړو چې شاید اوس دَ جنګ ضرورت پېښ شی ۔ نو دَ یوې ونې لاندې ېٔ دَ اصحابوؓ نه دَ جهاد دپاره قول (بیعت) واخستو ۔ قریش چې دَ دې نه خبر شو نو وویرېدل اؤ حضرت عثمانؓ ېٔ را واستؤلو ۔ ورسره دَ قریشو یو څو سرداران هم دَ صلحې دَ خبرو اترو پهٔ غرض راغلل ۔ خبرې اترې شروع شوې ۔ دَ قریشو پهٔ ځنو سختو مطالبو مسلمانانو کښې ډېر جوش راپورته شو جنګ ترې جوړېدو لېکن نبی کریمﷺ دَ قریشو ټولې مطالبې منظورې کړې ۔ اؤ صلح نامه ولیکلے شوه ۔ پهٔ دې موقع مسلمانانو دَ ډېر ضبط اؤ تحمّل نه کار واخستو اؤ دَ انتهائی وفاداریٔ اؤ تابعداریٔ ثبوت ېٔ ورکړو ۔ پهٔ دې شرطونو کښې دَ قریشو دَ طرفه یو شرط دا هم وهٔ ۔ چې تاسو دا ځل دَ عمرې ادا کؤلو نه بغیر هم دغسې واپس شیٔ ۔ مخکښې کال ته بیا بې وسلې تش لاس دَ عمرې پهٔ نیت راشیٔ ۔ بل شرط دا وهٔ چې لس کاله به دَ قریشو اؤ مسلمانانو ترمینځه جنګ بند وی ۔ پهٔ دې لس کاله کښې کهٔ زمونږ دَ طرفه څوک تاسو ته درغلو هغه به مونږ ته واپس کویٔ ، ځان سره به ېٔ نهٔ ساتیٔ ۔ اؤ کهٔ له تاسو نه څوک راغلو نو مونږ به ېٔ نهٔ واپس کوؤ ۔ دَ صلحې دَ خبرو ختمېدو نه پس نبی کریمﷺ دَ قربانیٔ څاروی هم هلته حلال کړل ۔ حلق یا قصر ېٔ وکړو اؤ احرام ېٔ ختم کړو ۔ مدینې منورې ته را واپس شو ۔

(۴) پهٔ لار کښې دا سورتِ فتح نازل شو ۔ دا واقعه دَ سن ۶ هجری پهٔ آخر کښې پېښه شوے وه ۔

(۵) حدیبیٔے نه چې واپس شو نو پهٔ سن ۷ هجری کښې مسلمانانو خیبر فتح کړو ۔ کوم چې دَ مدینې نه دَ شام پهٔ طرف دَ څلورو ورځو پهٔ مزل دَ یهودیانو مشهوره علاقه اؤ پکښې مضبوطې قلاګانې وې ۔ پهٔ دې غزا کښې صرف هغه اصحابؓ شریک وو کوم چې دَ حدیبئے پهٔ صلح نامه کښې موجود وو زیاتی پکښې څؤک نهٔ وو ۔

(۶) پهٔ راتلونکی کال یعنی سن ۷ هجری کښې دَ وعدې مطابق حضورﷺ دَ قضا شوے عمرې ادا کؤلو پهٔ نیت مکّې معظمّې ته لاړو اؤ دَ صلحنامې موافق ېٔ ښهٔ پهٔ امن و اطمینان عمره ادا کړه ۔ بیا واپس مدینې منورې ته راغلو ۔

(۷) پهٔ معاهده کښې دَ لس(۱۰) کاله جنګ نهٔ کؤلو شرط وهٔ هغې کښې قریشو بې لوظی وکړه ۔ نو پهٔ رمضان سن ۸ هجری کښې حضورﷺ دَ مکّې فتح کؤلو اراده وکړه اؤ ډېره پهٔ آسانه ېٔ فتح کړه ۔

لِّیَغْفِرَ لَكَ اللّٰهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْۢبِكَ وَ مَا تَاَخَّرَ وَ یُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَ یَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًاۙ۝۲

ترجمه: چې معاف کړی درته الله څهٔ چې مخکښې شوی دی تا نه ګناهونه اؤ څهٔ چې وروستو پاتی دی ف۲ اؤ پوره کړی درباندې خپل احسان ف۳ اؤ روان دې کړی پهٔ نېغه لاره ۔ ف۴

ف۲: دَ حدیبئے پهٔ صلح نامه کښې پهٔ ظاهره خو دَ مسلمانانو کمزوری ښکاری ۔ پهٔ سرسری نظر ېٔ اکثر شرطونه دَ قریشو پهٔ طرف ښکاری ۔ ځکه حضرت عمرؓ اؤ ډېر اصحابؓ ورباندې پهٔ دغه وخت ډېر خفه وو ۔ دا ېٔ خیال وهٔ چې پنځلس سوه مجاهدانو ته قریش دَ ټینګې نهٔ دی نو فیصله پهٔ توره پکار ده لېکن دَ نبی کریمﷺ پوخ نظر هغه حالات اؤ هغه نتیجې لیدې کومې چې دَ نورو خلقو دَ نظر نه پټې وې ۔ الله تعالیٰ دَ خپل محبوب سینه پهٔ سختو حالاتو اؤ خرابو واقعاتو صبر اؤ تحمّل ته فراخه کړے وه ۔ اؤ نبی کریمﷺ پهٔ ډېره بې پرواییٔ اؤ بې انتها توکّل اؤ تحمّل دَ قریشو هر سخت نه سخت شرط پهٔ خوشحالیٔ منظورؤلو اؤ خپلو ملګریو ته به ېٔ تسلّی ورکؤله چې الله اؤ دَ هغهٔ رسولﷺ ښهٔ پوهیږی ۔ (اللہ ورسولهٗ اعلم)

آخر پهٔ واپسیٔ کښې پهٔ لار کښې دا سورت نازل شو ۔ اؤ دې معاهدې ته خداوند کریم دَ فتحې مبین خطاب ورکړو ۔ خلقو بیا هم پهٔ حیرانتیا ووې یا رسول اللهﷺ دا فتح ده؟ حضور اکرمﷺ وفرمائیل ۔ فتح ده اؤ غټه فتح ده ۔

حقیقت دا دے چې دَ اصحابوؓ دَ جهاد بیعت کؤل اؤ دَ کافرانو مرعوب کېدل اؤ صلحې ته راضی کېدل ۔ اؤ دَ جنګ دَ طاقت اؤ بدلے اخستو قدرت سره دَ نبی کریمﷺ صبر اؤ تحمّل کؤل اؤ دَ کافرو پهٔ نامناسبه شرطونو نهٔ غصه کېدل اؤ خالص دَ بیت الله شریف دَ عزت اؤ احترام پهٔ خاطر دَ کافرو سخت شرطونه منظورؤل ۔ یو طرف ته دَ الله تعالیٰ خاص رحمت ځان ته متوجه کؤلو ذریعه ده اؤ بل طرف ته دَ دښمنانو پهٔ زړهٔ دَ اسلام دَ اخلاقی اؤ روحانی طاقت اؤ دَ رسول اللهﷺ دَ پېغمبریٔ دَ لوی شان اثر پرېوتو ۔

اګرچې دَ معاهدې لیکلو پهٔ وخت پهٔ ظاهره دَ کافرو ګټه ښکارېده اؤ دَ مسلمانانو کمزورتیا ۔ لېکن دَ ژور فکر خاوندان اؤ پهٔ واقعاتو پهٔ سړه سینه فکر کؤنکی پوهېدل چې دَ دې آخری نتیجه به دَ مسلمانانو پهٔ حق کښې بهتره وی ۔ الله تعالیٰ دې معاهدې ته دَ فتح مبین (واضحه ګټه) خطاب ورکړو۔ اؤ مسلمانان ېٔ خبردار کړل چې پهٔ دې معاهده کښې اوس هم دَ مسلمانانو ګټه ده اؤ آئنده دپاره هم ورته دَ ګټې دروازې پرانستې شو ۔

دَ دې صلحې پهٔ وجه کافرانو ته دَ مسلمانانو سره پهٔ یو ځائې دَ کښېناستو موقع پهٔ لاس ورغله اؤ دَ مسلمانانو حالات اؤ اسلامی اخلاق چې ېٔ ولیدل ، دَ اسلامی اصولو خبرې چې ېٔ دَ مسلمانانو نه واؤرېدې نو خپله ېٔ پهٔ زړهٔ دَ اسلام اثر وشو ۔ نتیجه ېٔ دا شوه چې دَ دې معاهدې نه پس دَ مکّې معظّمې تر فتح کېدو دوه کاله وخت کښې دومره ډېر خلق مسلمانان شو چې دَ دې نه مخکښې دومره نهٔ وو مسلمانان شوی ۔ دَ حضرت خالد بن ولیدؓ اؤ دَ حضرت عمرو بن العاسؓ غوندې مشهور جرنیلان پهٔ دغه ورځو کښې مسلمانان شوی وو ۔ پهٔ دې ورځو کښې هر طرف ته ټولو قبائیلو کښې اسلام دومره خور شو چې دَ مکّې معظّمې فتح کؤل آسان شو ۔ دَ حدیبیٔے پهٔ وخت حضورﷺ سره صرف څوارلس سوه کسان وو ۔ اؤ دَ مکّې معظّمې فتح کؤلو پهٔ وخت ورسره لس زره جانباز ملګری وو ۔

حقیقت دا دے چې یواځې دَ مکّې معظّمې اؤ خیبر فتحې نه چې ورپسې دَ ټولو اسلامی فتوحاتو بنیاد دَ حدیبیٔے دَ صلحې نه کښېښودې شوے دے ۔ دا خو ېٔ څرګنده کامیابی اؤ ظاهری اثر شو ۔ نور دَ دې صبر اؤ تحمّل اؤ توکّل اؤ دَ بیت الله شریف دَ احترام پهٔ وجه چې کومې روحانی کامیابیٔ اؤ دَ علومو اؤ معارفِ قدسیه کومې دروازې پرانستې شوی دی دَ هغې ېٔ هډو اندازه نهٔ شی لګېدې البته اجمالی غوندې اشاره ورته په وروستو آیتونو کښې شوے ده ۔

لکه څنګه چې یو دنیاوی بادشاه خپل فاتح جرنیل ته خاص انعام ورکوی دغه شان خداوند کریم دَ دې فتحې مبین پهٔ انعام کښې خپل حبیب ته څلور خاص انعامونه ورکړی دی ۔

(۱) لِیَغْفِرَلَكَ الله (الآیة): وړومبے انعام دَ وړاندې وروستو ټولو ګناهونو معافی ده (یعنی کومې چې دَ حضورﷺ دَ وچتې مرتبې پهٔ لحاظ ګناه ګڼلې شی) دا انعام الله تعالیٰ بل هېچا ته نهٔ دے ورکړے ۔ حدیث شریف دے چې دَ دې آیت نازلېدو نه پس به حضورﷺ دومره عبادت کؤلو چې نمانځهٔ کښې پهٔ ولاړې ولاړې به ېٔ ښپې مبارکې وپړسېدې ۔ دَ اصحابوؓ به پرې زړهٔ خوږېدو نو عرض به ېٔ وکړو یا رسول اللهﷺ تهٔ دومره سخت محنت ولې کوے ۔ تا ته خو وړومبی وروستی ټول ګناهونه معاف دی ۔ هغویﷺ به وفرمائیل ۔ اَفَلَا اَکُوْنَ عَبْدًا شَکُوْرًا ۔ (آیا زهٔ شکرګزار بنده نهٔ شم؟) یعنی دَ دې انعام شکریه به نهٔ ادا کؤم؟ بېشکه دا خوشخبری به الله تعالیٰ هم داسې بنده ته ورکؤله چې هغه پرې غاوره اؤ بې خوفه نهٔ شی ۔ بلکې دَ الله خوف ېٔ پهٔ زړهٔ کښې نور هم زیات شی ۔ دَ شفاعت پهٔ ووږد حدیث کښې دی چې خلق به عیسٰیؑ ته جمع شی چې الله ته زمونږ سفارش وکړه هغه به ورته ووائی خاتم النبیین ته ورشیٔ چې الله تعالیٰ ورته وړومبی وروستی ټول ګناهونه معاف کړی دی ۔ یعنی کهٔ پهٔ دې سفارش کښې څهٔ غلطی وشی نو پهٔ هغې به ورسره ګرفت نهٔ کیږی ۔ بل پېغمبر دا زړهٔ ورتوب نهٔ شی کؤلے ۔

ف۳: (۲) وَ یُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ: دویٔم خاص انعام دا دے ۔ چې یواځې دَ ګناهونو معافی نهٔ ده ۔ بلکې کوم ظاهری اؤ باطنی ، جسمانی اؤ روحانی انعام اؤ احسان چې درباندې تر اوسه شوے دے ۔ دَ دې ټولو به تکمیل وشی ۔

ف۴: (۳) وَ یَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِیْمًا۝ : دریٔم خاص انعام دا دے چې تهٔ به دَ هدایت اؤ استقامت پهٔ نېغه لار همېشه قائم ي ۔ اؤ دَ معرفت اؤ شهود لا محدود مرتبې به درته حاصلې شی ۔

(۴) وَ یَنْصُرَكَ اللہُ نَصْرًا عَزِیْزًا۝ : څلورم خاص انعام دا دے چې الله تعالیٰ به ستا زبردست امداد وکړی دَ خلقو پهٔ جسمونو اؤ پهٔ زړونو به دَ اسلام حکومت قائم شی اؤ ستا دَ مخې نه به ټول خنډان لرې شی ۔ خلق به پهٔ ډلو ډلو اسلام قبلوی اؤ دغه شان به ستا دَ اجر اؤ نیکیو پهٔ ذخیره کښې بې حسابه زیاتے کیږی ۔

وَّ یَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا۝۳

ترجمه: اؤ امداد دې وکړی الله زبردست امداد ف۵

ف۵: یعنی الله پهٔ دې داسې امداد وکړی چې دَ هغې مقابله به هېڅوک نهٔ شی کؤلے اؤ ستا کامیابی به یقینی وی ۔ پهٔ سورتِ نصر کښې ارشاد دے ۔ کله چې دَ الله تعالیٰ امداد در ورسی اؤ خلق ډلې ډلې دَ الله دین قبلوی نو تهٔ دَ الله ډېر حمد اؤ ثنا ووایه اؤ ډېر ډېر استغفار ووایه ۔ ظاهره ده چې دَ دې فتحې پهٔ وخت به هم حضور اکرمﷺ ډېر استغفار وئیلې وی ۔ دَ هغې پهٔ ځواب کښې بیا دَ (لِیَغْفِرَلَكَ اللهُ مَا تَقَدَّمَ مَنْ ذَنْۢبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ) مضمون نور هم واضح شو ۔ دا نکته ابن جریرؒ بیان کړے ده ۔

هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ فِیْ قُلُوْبِ الْمُؤْمِنِیْنَ لِیَزْدَادُوْۤا اِیْمَانًا مَّعَ اِیْمَانِهِمْ١ؕ وَ لِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًاۙ۝۴

ترجمه: هم هغه دے چې راکوز ېٔ کړو اطمینان دَ ایماندارو پهٔ زړهٔ کښې چې نور زیات کړی ایمان دَ خپل ایمان سره ف۶ اؤ دَ الله دی ټول لښکرونه دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې ، اؤ الله دے ښهٔ خبر دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۷

ف۶: اطمینان ېٔ نازل کړو ۔ یعنی سره دَ دې چې دا خبره دَ عامو مسلمانانو دَ طبیعت نه خلاف وه بیا ېٔ هم دَ رسول حکم پهٔ سړه سینه ومنلو اؤ دَ کافرانو دَ ضد پهٔ مقابله کښې ېٔ ضد ونهٔ کړو ۔ پهٔ دې صبر اؤ تحمّل الله تعالیٰ دَ ایماندارو مرتبې نورې هم وچتې کړې ۔ دغې مسلمانانو اول دَ جهاد بیعت وکړو ۔ ځان ېٔ جنګ ته تیار کړو اؤ دا ېٔ ثابته کړه چې مونږ دَ الله دَ رضا دپاره سر ورکؤلو ته تیار یو ۔ دا دَ ایمان یو رنګ وهٔ اؤ کله چې نبی کریمﷺ دَ عامو مسلمانانو دَ جذباتو خلاف دَ الله پهٔ حکم دَ صلحې شرطونه منظور کړل نو دَ دغې مسلمانانو دَ پوخ ایمان دویٔم رنګ دا وهٔ چې خپل جوش ېٔ ضبط کړو ، جذبات ېٔ قابو کړل اؤ دَ خپل خواهش خلاف ېٔ دَ الله اؤ رسولﷺ حکم ته سر ټیټ کړو ۔

ف۷: یعنی الله تعالیٰ ښهٔ پوهیږی چې پهٔ کومه موقع تاسو ته پهٔ جنګ کؤلو کښې خیر دے اؤ پهٔ کومه موقع جنګ نهٔ کؤلو اؤ صلح کؤلو کښې فائده ده نو چې کوم وخت تاسو ته دَ جنګ حکم وشی هغه وخت دَ کافرانو دَ لښکر دَ زیاتوالی یا دَ سامانِ جنګ دَ ډېروالی هېڅ پرواه مهٔ کویٔ ځکه چې دَ آسمانونو اؤ زمکې دَ لښکرو مالک هغه دے کهٔ هغه رضا وی نو ستاسو لږ اؤ کمزوری لښکر ته پهٔ خپل غیبی امداد غلبه درکؤلے شی لکه دَ بدر ، احزاب اؤ حُنین پهٔ موقع چې ېٔ غلبه ورکړے ده ۔ اؤ کهٔ دَ جنګ نه منع کؤلو اؤ صلح کؤلو حکم درکړې شی نو دَ هغې تعمیل کویٔ اؤ دا ارمان مهٔ کویٔ چې کافران دَ سزا نه ولې بچ شو ۔ کهٔ دَ جنګ حکم راته شوے وې نو نن به مونږ پوره پوره سزا ورکړے وه ۔ ځکه چې کافرانو ته سزا ورکؤل پهٔ تاسو اړ نهٔ دی کهٔ مونږ وغواړو نو پهٔ بله طریقه هم سزا ورکؤلے شو ځکه چې دَ آسمانونو اؤ زمکې ټولې لښکرې اؤ ټول طاقت زمونږ پهٔ قبضه کښې دے ۔ بهرحال کله چې دَ آسمانونو اؤ زمکې مالک دَ صلحې حکم درکوی نو پوهه شیٔ چې خیر هم پهٔ دې کښې دے ۔

لِّیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَ یُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ١ؕ وَ كَانَ ذٰلِكَ عِنْدَ اللّٰهِ فَوْزًا عَظِیْمًاۙ۝۵

ترجمه: چې ورسوی ایماندار سړی اؤ ایماندارې ښځې داسې باغونو ته چې بهیږی ورلاندې نهرونه همېشه به وسی پهٔ دې کښې اؤ چې لرې کړی دَ دوی نه دَ دوی بدیٔ ف۸ اؤ هم دغه ده دَ الله سره غټه کامیابی ۔ ف۹

ف۸: کوم وخت چې حضور اکرمﷺ اصحابوؓ ته دا آیتونه واورؤل ”اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًاۙ ۝“ نو اصحابوؓ عرض وکړو چې یا رسول اللهﷺ! دا فتح خو ستا دپاره شوه زمونږ دپاره څهٔ دی؟ بیا دا آیتونه نازل شو چې الله تعالیٰ پهٔ مسلمانانو اطمینان نازل کړو اؤ دَ مسلمانانو ایمان ېٔ زیات کړو چې پهٔ ډېر قدر عزت ېٔ جنّت ته ورسوی اؤ غلطیٔ اؤ کمزوریٔ ورته معاف کړی ۔ یو حدیث شریف دے ۔ کوم کسان چې دَ حدیبیٔے پهٔ بیعت شریک شوی دی هغوی کښې به یو هم دوزخ ته نهٔ ځی ۔

تنبیه: دَ ایماندارو ښځو ذکر دلته دَ تعلیم دپاره وشو چې ایماندار سړے وی کهٔ ښځه دَ هېچا ایمانی محبت اؤ محنت نهٔ بربادیږی ، ټول به الله پاک جنّت ته واستوی ۔ حدیث شریف دے چې پهٔ دې سفر کښې اُم المؤمنین حضرت اُمّ سلمه رضی الله عنها دَ حضور اکرمﷺ ملګرے وه ۔

ف۹: ځنې کم عقل صوفیان یا مغلوب الحال بزرګان وائی چې جنّت غوښتل دَ هغه چا کار دے چې کامل نهٔ وی ۔ دَ دې آیت نه معلومه شوه چې دغه جنّت ته تلل دَ الله پهٔ نزد غټه کامیابی ده اؤ لوئے کمال دے ۔ (نو بیا به ېٔ یو ایماندار والې سوال نهٔ کوی)۔

وَّ یُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ الْمُنٰفِقٰتِ وَ الْمُشْرِكِیْنَ وَ الْمُشْرِكٰتِ الظَّآنِّیْنَ بِاللّٰهِ ظَنَّ السَّوْءِ١ؕ عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ١ۚ وَ غَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَ لَعَنَهُمْ وَ اَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ١ؕ وَ سَآءَتْ مَصِیْرًا۝۶

ترجمه: اؤ چې پهٔ عذاب کړی منافقان سړی اؤ منافقانې ښځې اؤ مشرکان سړی اؤ مشرکانې ښځې ف۱۰ څوک چې ګومانونه کوی پهٔ الله خراب ګومانونه ۔ ف۱۱ پهٔ دوی به پرېوځی چکر دَ مصیبت ف۱۲ اؤ پهٔ غضب شو الله دوی ته اؤ پهٔ لعنت ېٔ کړل اؤ تیار ېٔ کړو ورته دوزخ اؤ ډېر ناکاره ځائې ته ورسېدل ،

ف۱۰: یعنی دَ مؤمنانو پهٔ زړونو کښې ېٔ دَ صلحې پهٔ طرف اطمینان پیدا کړو اؤ دَ مسلمانانو زړونه ېٔ مضبوط کړل اؤ دَ اسلامی فتوحاتو دروازې ېٔ پرانستې ۔ آخرکار هم دغه صلح دَ کافرانو دپاره پوره سزا اؤ دَ مصیبت سبب شو۔

ف۱۱: ناکاره ګومانونه دا وو چې دَ مدینې منورې نه دَ روانېدو پهٔ وخت دَ جُدّ بن قیس نه علاوه یو منافق هم دَ مسلمانانو سره را روان نهٔ شو ۔ پهٔ مکر اؤ بهانو ېٔ ځانونه پاتې کړل ۔ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا ویره وه چې جنګ به ضرور کیږی اؤ مسلمانان لږ هم دی اؤ پهٔ پردی وطن کښې به ټول تباه شی ، کورونو ته به بیا را واپس نهٔ شی ۔ نو مونږ ورسره ولې ځان تباه کړو ۔ دَ مشرکانو دا خیال وهٔ چې مسلمانان دَ عمرې پهٔ بهانه پهٔ ټګیٔ ښار ته راننوځی اؤ پهٔ دې چل پهٔ ښار قبضه کوی ۔ (ځکه ېٔ عمرې ته نهٔ پرېښؤل)

ف۱۲: یعنی آخر به دَ زمانې پهٔ چکر کښې راګیریږی تر کومې به پهٔ احتیاطی تدبیرونو ځان خلاصوی ۔

وَ لِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا۝۷

ترجمه: اؤ دَ الله دی ټول لښکرونه دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ دے الله زبردست دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۱۳

ف۱۳: یعنی کهٔ هغه سزا ورکوی نو څوک ېٔ بچ کؤلے شی ۔ خدائی لښکر به ېٔ پهٔ یو سیکنډ کښې تباه کړی لېکن هغه دَ دومره زبردست طاقت اؤ قدرت سره دَ حکمتونو خاوند هم دے اؤ دَ هغهٔ حکمت دا نهٔ غواړی چې یکدم ېٔ تباه کړی ۔

اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّ مُبَشِّرًا وَّ نَذِیْرًاۙ۝۸

ترجمه: مونږ راستؤلے ئ تهٔ حال ښیونکے اؤ خوشخبری اورؤنکے اؤ (دَ الله دَ عذاب نه) ویرؤنکے ۔ ف۱۴

ف۱۴: یعنی تهٔ دَ الله فرمانبردارو بندیانو ته دَ جنّت زېرې ورکوے اؤ نافرمانه دَ الله دَ عذاب نه ویروې اؤ خلقو ته خپل حالات هم بیانوې لکه دَ ”اِنَّا فَتَحْنَا“ نه تر دې پورې آیتونو کښې دا درے واړه مضامین بیان شوی دی ۔ پهٔ آخرت کښې به هم دَ خپل اُمت اؤ نورو پېغمبرانو پهٔ حق کښې ګواهی ورکوی اؤ دَ هغوی صحیح حالات به څرګندوی ۔

لِّتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ تُعَزِّرُوْهُ وَ تُوَقِّرُوْهُ١ؕ وَ تُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّ اَصِیْلًا۝۹

ترجمه: چې تاسو یقین وکړیٔ پهٔ الله اؤ دَ الله پهٔ رسول اؤ دَ هغهٔ امداد وکړیٔ اؤ دَ هغهٔ تعظیم وکړیٔ ۔ ف۱۵ اؤ پاکی ېٔ بیان کړیٔ سحر اؤ نماښام ف۱۶

ف۱۵: دَ ”تُعَزِّرُوْهُ وَ تُوَقِّرُوْهُ“ ضمیرونه کهٔ الله ته راجع وی نو دَ الله دَ مدد نه مراد دَ الله دَ دین اؤ دَ الله دَ رسولﷺ مدد دے اؤ کهٔ دواړه ضمیرونه رسولﷺ ته راجع وی نو بیا خو پکښې څهٔ اشکال نشته ۔

ف۱۶: یعنی دَ الله پاکی بیانوه پهٔ نمانځهٔ کښې وی اؤ کهٔ دَ نمانځهٔ نه بهر وی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ یُبَایِعُوْنَكَ اِنَّمَا یُبَایِعُوْنَ اللّٰهَ١ؕ یَدُ اللّٰهِ فَوْقَ اَیْدِیْهِمْ١ۚ فَمَنْ نَّكَثَ فَاِنَّمَا یَنْكُثُ عَلٰی نَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ اَوْفٰی بِمَا عٰهَدَ عَلَیْهُ اللّٰهَ فَسَیُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا۠۝۱۰

ترجمه: بېشکه کوم خلق چې بیعت کوی ستا دوی بیعت کوی دَ الله ، دَ الله لاس دَ دوی دَ لاس دپاسه دے ۔ ف۱۷ بیا کهٔ څوک خپل اقرار ماتوی نو ماتوی ېٔ دَ خپل نقصان دپاره اؤ څوک چې پوره کوی هغه کار دَ کوم اقرار چې ېٔ دَ الله سره کړے دے نو هغه به ورکړی ورته بدله ډېره غټه ، ف۱۸

ف۱۷: دَ بیعت (اقرار اخستو) طریقه دا وه چې رسول اکرمﷺ به پهٔ خپلو دواړو لاسونو کښې دَ هغه سړی ښے لاس ونیوؤ دَ دې متعلق ارشاد دے چې دَ نبی کریمﷺ پهٔ لاس بیعت کؤل داسې دی لکه دَ الله پهٔ لاس بیعت کؤل ځکه چې پهٔ حقیقت کښې نبیﷺ دا اقرار دَ الله دپاره اخلی اؤ دَ دې پهٔ ذریعه دَ الله دَ حکمونو تعمیل پهٔ خلقو کوی نو دا داسې شو لکه چې فرمان دے ۔ ”مَنْ یُّطِعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ اَطَاعَ اللهَ“ (چا چې دَ نبیﷺ حکم ومنلو هغهٔ دَ الله حکم ومنلو)

یا لکه بل ځائې چې ارشاد دے : ”وَ مَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَ لٰکِنَّ اللهَ رَمٰی

(نهٔ دی ویشتی تا شګې کوم وخت چې دې ویشتې لېکن الله ویشتی دی دغه شګې)

نو هر کله چې دَ نبیﷺ دَ بیعت حقیقت دا دے چې (دَ الله پهٔ لاس بیعت دے) نو یقینًا به دَ الله دَ شفقت اؤ محبّت لاس دَ دوی دَ لاسونو دپاسه وی ۔

تنبیه: نبی کریمﷺ به دَ خپلو اصحابوؓ نه کله دَ جهاد دپاره ، کله دَ اسلام دپاره اؤ کله دَ بل څهٔ نیک کار دپاره بیعت (اقرار) اخستو پهٔ صحیح مسلم شریف کښې دَ ”وَ عَلَی الْخَیْرِ“ الفاظ شته ۔ نو دَ شیخ طریقت (پیر صاحب) بیعت کهٔ پهٔ شرعی طریقه وی نو دَ خیر پهٔ لفؔظ کښې راځی ۔ پهٔ حدیبؔیه کښې پهٔ دې بیعت شوے وهٔ چې تر مرګه به دَ جنګ نه نهٔ پهٔ شا کیږو ۔

ف۱۸: یعنی دَ بیعت پهٔ وخت چې ېٔ کوم اقرار کړے دے کهٔ هغه څوک ماتوی نو خپل نقصان ېٔ دے ، الله اؤ رسولﷺ ته ېٔ هېڅ نقصان نهٔ رسی ۔ دَ بې لوظیٔ سزا به هم دې خوری اؤ څوک چې پهٔ خپل اقرار کلک ودرېدو اؤ خپل قول ېٔ پوره کړو هغهٔ ته به پوره پوره اجر ورکړې شی ۔

سَیَقُوْلُ لَكَ الْمُخَلَّفُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ شَغَلَتْنَاۤ اَمْوَالُنَا وَ اَهْلُوْنَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا١ۚ یَقُوْلُوْنَ بِاَلْسِنَتِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ١ؕ قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا١ؕ بَلْ كَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا۝۱۱

ترجمه: اوس به وائی درته وروستو پاتې کیدونکی بانډیچیان مونږ لګیا وو دَ خپلو مالونو پهٔ کار کښې اؤ دَ خپلو کورونو پهٔ کار کښې نو زمونږ دپاره معافی وغواړه، ف۱۹ دوی وائی پهٔ ژبه هغه چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ نشته ف۲۰ ورته ووایه دَ چا وس رسی دَ الله پهٔ مقابله کښې تاسو دپاره کهٔ هغه اراده وکړی تاسو ته دَ نقصان یا اراده وکړی درته دَ فائدې ، بلکې الله دے ستاسو دَ کارونو نه ښهٔ خبر ۔ ف۲۱

ف۱۹: مدینې منورې نه دَ روانېدو پهٔ وخت حضور اکرمﷺ دَ خپلو تللو اعلان کړے وهٔ اؤ مسلمانانو ته ېٔ هم دَ ملګرتیا وېنا کړے وه ۔ شاید چې دَ علاماتو نه حضورﷺ ته هم دَ جنګ خطره ښکارېده لېکن دَ بانډو خلق چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ لا ایمان مضبوط شوے نهٔ وهٔ ، دَ حضورﷺ دَ ملګرتیا نه پهٔ څهٔ بهانو پاتی شو ۔ پهٔ خپلو کښې به ېٔ وې چې آیا مونږ دَ داسې خلقو کلی ته لاړ شو څوک چې دَ مسلمانانو سره جنګ دپاره څو ځله دلته راغلی دی اؤ دَ مسلمانانو سره ېٔ ښهٔ جنګونه کړی دی ۔ نو اوس مونږ ولې داسې خلقو ته خپله کور ته ځان ورولو ۔ تاسو به ګوریٔ چې مسلمانان به ټول دَ هغوی دَ لاسه ختم شی ۔ اؤ دلته به یو هم واپس رانهٔ شی ۔ پهٔ دې آیتونو کښې الله تعالیٰ دَ دغه خلقو دَ منافقت راز ښکاره کړے دے ۔ نبی کریمﷺ مدینې منورې ته لا رسېدلے نهٔ وهٔ چې پهٔ لار کښې ورته دَ وحې پهٔ ذریعه دا اطلاع ورکړې شوه۔ چې دا منافقان به تا ته راځی اؤ دَ خپلو پاتې کېدو به قسم قسم عذرونه پیش کوی ۔ څوک به وائی مونږ دَ خپل کاروبار نه وزګار نهٔ وو ۔ څوک به وائی کور مو خوشې وهٔ دَ مال هال دَ سنبالؤلو څوک نهٔ وو ۔ غلطی رانه وشوه اوس راته دَ الله نه دَ دې غلطیٔ معافی وغواړه ۔

ف۲۰: یعنی پهٔ زړهٔ کښې ښهٔ پوهیږی چې دا دَ دروغو بهانې دی اؤ دَ استغفار دپاره خواست هم هسې دَ ظاهرداریٔ دپاره دے، دَ زړهٔ نه نهٔ دے ۔

ف۲۱: یعنی نفع نقصان هر څهٔ دَ هغه الله پهٔ قبضه کښې دی دَ چا دَ ارادې پهٔ مقابله کښې چې هېڅوک هېڅ نهٔ شی کؤلے ۔ الله ته دا منظوره نهٔ وه چې تاسو پهٔ دې مبارک سفر کښې شریک شوے ویٔ ۔ اؤ نهٔ ېٔ اوس دا خوښه ده چې زهٔ ترېنه ستاسو دپاره معافی وغواړم ۔ هغهٔ ستاسو دَ دروغو بهانو نه زهٔ دَ وخته خبر کړے یم ۔ بهرحال دَ الله تعالیٰ دا اراده وه چې دَ غزوهٔ حدیبیه دَ بېشماره فائدو نه تاسو محروم پاتې شیٔ ۔ اؤ تاسو دا وواییٔ چې دَ مال اؤ کور دَ حفاظت پهٔ غرض مونږ دَ غزا نه پاتې شو نو آیا کهٔ الله تعالیٰ ستاسو مال یا اولاد ته څهٔ نقصان رسؤل وغواړی نو کهٔ تاسو پهٔ کور کښې موجود ویٔ نو منع کؤلے ېٔ شیٔ څهٔ؟ اؤ یا کهٔ الله تعالیٰ ستاسو مال یا اولاد ته څهٔ فائده رسؤل غواړی اؤ تاسو پهٔ سفر ییٔ نو څوک به ېٔ منع کړیٔ؟ هر کله چې پهٔ نفع اؤ نقصان رسؤلو کښې دَ بل چا اختیار نشته ، نو دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ دَ رضا پهٔ مقابله کښې دَ بل څهٔ شی خیال ساتل محض بې وقوفی اؤ ګمراهی ده ۔ دا خیال مهٔ کویٔ چې مونږ به الله پهٔ مکر اؤ دروغو رضا کړو ۔ یاد لریٔ الله ته ستاسو پټ رازونه اؤ دَ زړهٔ حالونه ټول معلوم دی ۔

بَلْ ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّنْقَلِبَ الرَّسُوْلُ وَ الْمُؤْمِنُوْنَ اِلٰۤی اَهْلِیْهِمْ اَبَدًا وَّ زُیِّنَ ذٰلِكَ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَ ظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ١ۖۚ وَ كُنْتُمْ قَوْمًۢا بُوْرًا۝۱۲

ترجمه: بل څهٔ نهٔ دی خو ستاسو دا خیال وهٔ چې هرګز به واپس رانهٔ شی رسول اؤ مسلمانان خپلو کورونو ته هېچرې اؤ ځائې ونیوؤ ستاسو پهٔ زړونو کښې دې خیال اؤ ګومان وکړو تاسو ناکاره ګومان ، اؤ تاسو خلق ېٔ تباه کېدونکی ، ف۲۲

ف۲۲: یعنی ستاسو دَ پاتې کېدو سبب پهٔ حقیقت کښې دا نهٔ وهٔ کوم چې تاسو اوس واییٔ ، بلکې اصل سبب ېٔ دا وهٔ چې ستاسو پهٔ خیال پېغمبرﷺ اؤ مسلمانان دَ دې سفر نه پهٔ خیریت نهٔ شو واپس کېدے اؤ دا خیال ستاسو پهٔ زړهٔ کښې پوخ شوے وهٔ ۔ نو دَ نقصان نه ځان بچ کؤلو اؤ خپل حفاظت پهٔ خیال مو ځان دَ سفر نه پاتې کړو اؤ پهٔ حقیقت کښې ستاسو دا پاتې کېدل ستاسو دَ نقصان اؤ تباهیٔ سبب وهٔ اؤ الله تعالیٰ ښهٔ خبر وهٔ چې تاسو تباه کیدونکی ییٔ ۔

وَ مَنْ لَّمْ یُؤْمِنْۢ بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ فَاِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَعِیْرًا۝۱۳

ترجمه: اؤ چا چې ایمان رانهٔ وړو پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسول نو مونږ تیار ساتلے دے دَ کافرانو دپاره لمبې وهونکے اور ،

وَ لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۝۱۴

ترجمه: اؤ دَ الله ده بادشاهی دَ آسمانونو اؤ زمکې ، معافی ورکوی چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ عذاب ورکوی چا ته ېٔ چې خوښه وی اؤ دې الله بخښونکے مهربان ، ف۲۳

ف۲۳: یعنی الله تعالیٰ چې مو نهٔ معاف کوی نو زهٔ درته څنګه معافی وغواړم البته کهٔ هغه درباندې مهربانه شی نو دَ توبې توفیق به درکړی اؤ ګناهونه به درته معاف کړی ۔ بهرحال دَ هغهٔ رحمت پهٔ غضب وړومبے دے ۔

سَیَقُوْلُ الْمُخَلَّفُوْنَ اِذَا انْطَلَقْتُمْ اِلٰی مَغَانِمَ لِتَاْخُذُوْهَا ذَرُوْنَا نَتَّبِعْكُمْ١ۚ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّبَدِّلُوْا كَلٰمَ اللّٰهِ١ؕ قُلْ لَّنْ تَتَّبِعُوْنَا كَذٰلِكُمْ قَالَ اللّٰهُ مِنْ قَبْلُ١ۚ فَسَیَقُوْلُوْنَ بَلْ تَحْسُدُوْنَنَا١ؕ بَلْ كَانُوْا لَا یَفْقَهُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا۝۱۵

ترجمه: اوس به وائی وروستو پاتې خلق کوم وخت چې تاسو ورځیٔ دَ غنیمت مال اخستو ته مونږ پرېږدیٔ چې درسره لاړ شو ، دوی غواړی چې بدله کړی دَ الله وینا ، تهٔ ورته ووایه تاسو به زمونږ سره هرګز نهٔ ځیٔ دغه شان وئیلی دی الله دَ مخکښې نه ، ف۲۴ اوس به دوی وائی داسې نهٔ ده خو تاسو زمونږ پهٔ فائده خفه کیږیٔ ۔ ف۲۵ داسې نهٔ ده خو دوی نهٔ پوهیږی مګر ډېر کم ۔ ف۲۶

ف۲۴: حدیبیه نه چې واپس شو نو نبی کریمﷺ ته پهٔ خیبر باندې دَ حملې حکم وشو کوم ځائې چې هغه بې لوظه یهود آباد وو چا چې پهٔ حنګِ احزاب کښې بې لوظی کړے وه ، پهٔ پټه ېٔ دَ مشرکانو امداد کړے وهٔ نو دَ دې بې لوظیٔ پهٔ سزا کښې حضورﷺ دَ مدینې منورې نه خارج کړل ۔ دَ خیبر غزا ته رونېدو پهٔ وخت الله تعالیٰ حضور اکرمﷺ ته خبر ورکړو چې کوم منافقان چې حدیبیه کښې نهٔ وو شریک هغه به درسره اوس خیبر ته روانیږی ځکه چې دلته خطره کمه اؤ دَ غنیمت دَ مال طمع زیاته وه ۔ نو تهٔ ورته ووایه چې ستاسو دَ وینا نه مخکښې ما ته الله پاک حکم راکړے دے چې دوی به دَ ځان سره هرګز نهٔ ملګری کوے ۔ نو تاسو زمونږ سره هرګز نهٔ شیٔ تللې ۔ کهٔ لاړیٔ نو دَ دې مطلب به دا وی چې دَ الله حکم بدل شو اؤ دا ممکنه نهٔ ده ۔

ف۲۵: دَ دې پهٔ ځواب کښې به هغوی ووائی چې الله درته هېڅ هم نهٔ دی وئیلی خو تهٔ زمونږ پهٔ فائده خفه کېږې اؤ دا نهٔ غواړې چې مونږ ته خبر را ورسی ۔ دَ غنیمت پهٔ مال کښې مونږ ته برخه نهٔ راکوے ۔ دا دې خیال دے چې ټول ځان ته واخلې ۔

ف۲۶: یعنی عقل ېٔ ډېر کم دے ۔ دا سوچ نهٔ کوی چې پهٔ مسلمانانو کښې دَ مال حرص اؤ دَ مال سره محبت نشته چې تاسو سره به کینه وکړی ۔ بلکې تاسو دَ کینې اؤ بغض پهٔ وجه دَ الله پهٔ رسولﷺ دَ دروغژن ګومان کویٔ ۔

قُلْ لِّلْمُخَلَّفِیْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ اِلٰی قَوْمٍ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ تُقَاتِلُوْنَهُمْ اَوْ یُسْلِمُوْنَ١ۚ فَاِنْ تُطِیْعُوْا یُؤْتِكُمُ اللّٰهُ اَجْرًا حَسَنًا١ۚ وَ اِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّیْتُمْ مِّنْ قَبْلُ یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا۝۱۶

ترجمه: تهٔ ووایه وروستو پاتې کېدونکیو بانډیسیو ته ، تاسو به بیا را وبلو سخت جنګیالی قوم ته چې تاسو ورسره جنګ وکړیٔ اؤ یا هغوی مسلمانان شی ، بیا کهٔ تاسو حکم ومنلو در به کړی الله ښهٔ بدله ف۲۷ اؤ کهٔ واپس شویٔ څنګه چې واپس شوی ویٔ وړومبے در به کړی عذاب دردناک ۔ ف۲۸

ف۲۷: یعنی لږ صبر وکړیٔ دې جنګ ته خو نهٔ شیٔ تللې مخکښې به نور ډېر جنګونه راځی اؤ دَ سختو جنګیالو قومونو سره به دَ مسلمانانو تر هغې مقابله وی چې دا خلق یا اسلام قبول کړی اؤ یا تابعدار شی جزیه ومنی ۔ کهٔ تاسو پهٔ رښتیا دَ جهاد شوقیان ییٔ نو پهٔ دغې جنګونو کښې خپله مړانه ښکاره کړیٔ۔ کهٔ پهٔ دغه موقعو مو دَ الله حکم ومنلو اؤ دَ اسلام خدمت مو وکړو نو الله تعالیٰ به غټ اجر درکړی۔

تنبیه: دَ دې جنګیالیو قومونو نه دَ بنو حنیفه قبیله چې دَ مسیلمه کذاب قوم وهٔ مراد دی یا دَ ثقیف اؤ هوازن قبیلې دَ کومو سره چې دَ حنین پهٔ غزا کښې دَ رسول اللهﷺ پهٔ ژوند کښې مقابله شوے وه یا دَ مرتدانو هغه جنګونه چې دَ ابوبکر صدیقؓ پهٔ زمانه کښې شوی وو یا دَ فارس اؤ روم اؤ ترکو هغه جنګونه چې دَ نورو خلفائے راشدینو پهٔ زمانه کښې شوی وو ۔ پهٔ دې کښې ډېر قومونه بې دَ سخت جنګه مسلمانان شو اؤ غازیانو ته ډېر مالِ غنیمت پهٔ لاس ورغلو ۔

ف۲۸: یعنی څنګه چې وړومبے دَ حدیبیه پهٔ موقع دَ جنګ نه وروستو شوی ویٔ، کهٔ دغه شان پهٔ نورو جنګونو کښې هم پهٔ شا شویٔ نو الله تعالیٰ به سخته سزا درکړی ۔ شاید چې دا سزا دَ آخرت نه مخکښې پهٔ دنیا کښې وی ۔

لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّ لَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّ لَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ١ؕ وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ۚ وَ مَنْ یَّتَوَلَّ یُعَذِّبْهُ عَذَابًا اَلِیْمًا۠۝۱۷

ترجمه: نشته پهٔ ړوند تکلیف اؤ نشته پهٔ ګوډ تکلیف اؤ نشته پهٔ بیمار تکلیف ف۲۹ اؤ چا چې حکم ومنلو دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول هغه به ننباسی داسې باغونو کښې چې بهیږی به ورلاندې نهرونه اؤ څوک چې پهٔ شا شو هغهٔ ته به عذاب ورکړی دردناک عذاب ۔ ف۳۰

ف۲۹: یعنی پهٔ دې معذوره کسانو جهاد فرض نهٔ دے ۔

ف۳۰: یعنی پهٔ ټولو کارونو کښې دَ قدرت عام قانون اؤ عامه قاعده هم دغه ده۔

لَقَدْ رَضِیَ اللّٰهُ عَنِ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ یُبَایِعُوْنَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ فَاَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ عَلَیْهِمْ وَ اَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِیْبًاۙ۝۱۸

ترجمه: بېشکه الله راضی شو دَ ایماندارو نه کوم وخت چې ېٔ بیعت کؤلو له تا نه دَ ونې لاندې ف۳۱ نو معلوم ېٔ کړو څهٔ چې دَ دوی پهٔ زړهٔ کښې وو ، ف۳۲ بیا ېٔ نازل کړو ورباندې اطمینان اؤ انعام ېٔ ورکړو یو نژدے فتح ،

ف۳۱: دا دَ کیکر ونه وه دَ حدیبیه پهٔ مقام ۔ غالبًا دَ لَقَدْ رَضِیَ اللهُ الخ دَ خوشخبریٔ پهٔ وجه دې بیعت ته بیعتِ رضوان وئیلی شی ۔ دَ دې سورت پهٔ شروع کښې پوره قصه بیان شوے ده ۔

ف۳۲: دَ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ نه مراد دَ مسلمانانو هغه توکّل ، اخلاص اؤ دَ اسلام سره مینه ده ۔ عامو مفسرینو دغه شان وئیلی دی ۔ لېکن ابوحیانؒ لیکلی دی چې دې نه مطلب دَ صلحې پهٔ شرطونو دَ مسلمانانو پهٔ زړهٔ کښې هغه خفګان اؤ غصه ده اؤ مخکښې آیت کښې ” فَاَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ “ هم دَ دې معنې سره ښهٔ لګی ۔

وَّ مَغَانِمَ كَثِیْرَةً یَّاْخُذُوْنَهَا١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا۝۱۹

ترجمه: اؤ ډېر مالِ غنیمت چې حاصل به ېٔ کړی ۔ ف۳۳ اؤ دے الله زبردست دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۳۴

ف۳۳: یعنی دَ خیبر فتح چې دَ حدیبیه نه وروستو سمدستی وشوه اؤ غازیانو ته ډېر مالِ غنیمت پهٔ لاس ورغلو ۔

ف۳۴: یعنی پهٔ خپل امداد اؤ حکمت مو دَ حدیبیٔے کمے دلته پوره کړو اؤ هم دغه شان بیا دَ فتحې مکّې اؤ حنین پهٔ موقع وشوه ۔

وَعَدَكُمُ اللّٰهُ مَغَانِمَ كَثِیْرَةً تَاْخُذُوْنَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هٰذِهٖ وَ كَفَّ اَیْدِیَ النَّاسِ عَنْكُمْ١ۚ وَ لِتَكُوْنَ اٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ وَ یَهْدِیَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًاۙ۝۲۰

ترجمه: وعده کړے ده تاسو سره الله دَ ډېرو غنیمتونو چې تاسو به ېٔ حاصل کړیٔ ، نو ژر ېٔ درکړو دغه غنیمت ، ف۳۵ اؤ بند ېٔ کړل دَ خلقو لاسونه له تا نه، ف۳۶ چې شی دا (دَ الله) دَ قدرت یوه نمونه دَ مسلمانانو دپاره ف۳۷ اؤ چې روان مو کړی پهٔ نېغه لاره ۔ ف۳۸

ف۳۵: یعنی دَ خیبر دا خو ېٔ سمدستی ژر درکړه اؤ ورپسې نور هم ډېر غنیمتونه دی ۔

ف۳۶: یعنی دَ حدیبیه پهٔ موقع عام جنګ ونهٔ شو اؤ دَ خیبر پهٔ جنګ کښې هم مسلمانانو ته ډېر نقصان ونهٔ رسېدو ۔ پهٔ ډېر معمولی نقصان مضبوطې قلعه ګانې فتح شوې ۔

ف۳۷: یعنی چې دَ دې نه مسلمانان دَ الله دَ قدرت اندازه ولګوی اؤ پوهه شی چې دَ الله امداد ورسره ملګرے دے اؤ څنګه چې ېٔ دا وعده پوره کړه دغه شان به نورې وعدې هم پوره کړی ۔

ف۳۸: یعنی دَ الله پهٔ امداد ېٔ باور وی نو نور به هم زیات تابعدار اؤ فرمانبردار شی ۔ دا هغه نېغه لار ده ۔

وَّ اُخْرٰی لَمْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهَا قَدْ اَحَاطَ اللّٰهُ بِهَا١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا۝۲۱

ترجمه: اؤ یوه فتح بله چې ستاسو پهٔ وس کښې نهٔ وه الله ورباندې قابو درکړو اؤ الله هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۳۹

ف۳۹: یعنی دَ دې بیعت پهٔ انعام کښې دَ خیبر فتح ورکړې شوه اؤ دَ مکّې معظّمې فتح هم یقینی ده ځکه چې الله ېٔ وعده کړے ده اؤ پهٔ عالمِ اسباب کښې هغه دَ حدیبیه دَ صلحې نتیجه وه ۔ (نو دَ هغې نه وروستو شوه)

وَ لَوْ قٰتَلَكُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوَلَّوُا الْاَدْبَارَ ثُمَّ لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّ لَا نَصِیْرًا۝۲۲

ترجمه: اؤ کهٔ جنګېدلے وې تاسو سره کافران نو شا کړے به ېٔ وه اؤ بیا به ېٔ نهٔ موندو څوک ملګرے اؤ نهٔ مددګار ، ف۴۰

ف۴۰: یعنی کهٔ جنګ شوے وې نو غلبه به ستاسو وه اؤ کافران به تښتېدلی وو ، هېڅوک به ېٔ امدادی نهٔ وهٔ چې دَ دې مصیبت نه ېٔ خلاص کړے وے لېکن دَ الله تعالیٰ کامل حکمت دا غوښته چې فی الحال روغه وشی اؤ مسلمانانو ته ترېنه غټې فائدې ورسی ۔

سُنَّةَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ١ۖۚ وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا۝۲۳

ترجمه: دا طریقه ده دَ الله چې دغه شان راځی دَ مخکښې راسې ، اؤ تهٔ به هرګز ونهٔ وینې دَ الله طریقه پهٔ بدلېدو ، ف۴۱

ف۴۱: یعنی دَ همېشه راسې دَ الله تعالیٰ دا عادت راغلے دے چې کله دَ حق و باطل تر مینځه یوه فیصله کن موقع باندې مقابله وی نو الله تعالیٰ حق ته غلبه ورکوی اؤ باطل ته شکست ۔ دَ الله تعالیٰ پهٔ دې قانون کښې هېڅ تغیر اؤ تبدیلی نشته ۔ البته دې دپاره شرط دا دے چې اهلِ حق مجموعی طور سره پهٔ حق پرستیٔ قائم وی اؤ ځنو عالمانو دَ ”لَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللهِ تَبْدِیْلًا“ دا معنٰی کړے ده چې دَ الله عادت بل هېڅوک نهٔ شی بدلؤلے ۔ یعنی دَ بل هېچا دا طاقت نشته چې هغه کار بند کړی کوم چې دَ الله دَ عام قانون ماتحت کېدل پکار دی ۔

وَ هُوَ الَّذِیْ كَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ وَ اَیْدِیَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْۢ بَعْدِ اَنْ اَظْفَرَكُمْ عَلَیْهِمْ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرًا۝۲۴

ترجمه: اؤ هم هغه دے چې منع ېٔ کړل دَ هغوی لاسونه له تاسو نه اؤ دَ ستاسو لاسونه دَ هغوی نه دَ مکّې ښار پهٔ منځ کښې پس دَ دې نه چې ستاسو لاس ېٔ بر کړو پهٔ هغوی ، ف۴۲ اؤ الله ستاسو ټول کارونه وینی ، ف۴۳

ف۴۲: دَ مشرکانو څهٔ ټولی حدیبیٔے ته را رسېدلی وو پهٔ دې خیال کهٔ موقع ېٔ ومونده چې پهٔ رسول اللهﷺ حمله وکړی یا چرته اخوا دېخوا مسلمان ته څهٔ تکلیف ورسوی اؤ څهٔ چیړ چاړ ېٔ کړے هم وهٔ بلکې یو مسلمان ېٔ شهید کړے وهٔ ۔ مسلمانان چې خبر شو نو دغه کسان ېٔ ژوندی ونیول اؤ دَ رسول اللهﷺ پهٔ خدمت کښې ېٔ حاضر کړل ۔ حضور اکرمﷺ دغه کسان معاف کړل اؤ بدل ېٔ ترې وانهٔ خستو پهٔ دې آیت کښې دغه قسم واقعاتو ته اشاره ده ”بِبَطْنِ مَکَّةَ“ یعنی ښار ته نژدے ګویا کهٔ دَ ښار دننه ۔

ف۴۳: یعنی دَ هغوی وارنے اؤ دَ ستاسو صبر اؤ تحمّل هر څهٔ الله تعالیٰ وینی ۔

هُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ صَدُّوْكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَ الْهَدْیَ مَعْكُوْفًا اَنْ یَّبْلُغَ مَحِلَّهٗ١ؕ وَ لَوْ لَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُوْنَ وَ نِسَآءٌ مُّؤْمِنٰتٌ لَّمْ تَعْلَمُوْهُمْ اَنْ تَطَـُٔوْهُمْ فَتُصِیْبَكُمْ مِّنْهُمْ مَّعَرَّةٌۢ بِغَیْرِ عِلْمٍ١ۚ لِیُدْخِلَ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ١ۚ لَوْ تَزَیَّلُوْا لَعَذَّبْنَا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا۝۲۵

ترجمه: دا هغه خلق دے چې منکر شو اؤ منع ېٔ کړیٔ تاسو دَ مسجدِ حرام نه اؤ دَ قربانیٔ څاروی ېٔ هم خپل ځائې ته رسېدو نه بند کړل ، ف۴۴ اؤ کهٔ نهٔ وې ډېر ایماندار سړی اؤ ډېرې ایماندارې ښځې چې تاسو ته نهٔ دی معلوم (کهٔ دا خطره ېٔ نهٔ وې) چې تاسو به دل کړیٔ پهٔ بې خبریٔ کښې بیا به تاسو ته دَ دوی پهٔ وجه نقصان در رسی چې داخل کړی الله پهٔ خپل رحمت کښې څوک چې ېٔ خوښ وی ۔ ف۴۵ کهٔ دا خلق یوې ډډې ته شوے وې نو مونږ به عذاب راوستې وهٔ پهٔ کافرانو دردناک عذاب، ف۴۶

ف۴۴: یعنی دَ قربانیٔ څاروی هغه ځائې ته ونهٔ رسېدل کوم ځائې چې دَ قربانیٔ څاروی ذبح کؤل عامه طریقه ده ۔ مسلمانانو پهٔ دغه کال قربانی پهٔ حدیبیه کښې وکړه ۔

ف۴۵: یعنی کوم غریبان مسلمانان نر اؤ ښځې چې دَ ځنې مجبوریو پهٔ وجه ېٔ هجرت نهٔ شو کؤلے ۔ پهٔ مکّه معظّمه کښې دَ کفارو پهٔ مینځ کښې ګېر وو اؤ مسلمانانو ته پوره معلوم هم نهٔ وو ۔ نو کهٔ عام جنګ جوړ شوے وې نو دا مسلمانان به پکښې پهٔ بې خبریٔ کښې هسې بې ګناه دل شوی وو ۔ کهٔ دا خبره نهٔ وې نو پهٔ دغه وخت به مسلمانانو ته دَ جنګ اجازت ورکړې شوے وهٔ۔ اؤ کهٔ دې مسلمانانو ته نقصان رسېدلے وې نو تاسو به خپله ورباندې بیا ډېر خفه ویٔ اؤ کافرو ته به هم دَ خبرو موقع پهٔ لاس ورغلے وه چې وګوریٔ خپل مسلمانان ېٔ هم ووژل ۔ نو پهٔ دې موقع دې دپاره دَ جنګ حکم ونهٔ شو چې دا مسلمانان دَ خرابېدو نه محفوظ شی اؤ پهٔ تاسو باندې دَ دې بې مثال صبر تحمّل اؤ نظم و ضبط پهٔ برکت دَ الله رحمتونه نازل شی ۔ اؤ پهٔ کافرانو کښې چې دَ چا پهٔ قسمت کښې ایمان راؤړل وو چې هغه هم دَ جنګ دَ سختیو نه محفوظ شی اؤ دَ الله پهٔ رحمت کښې داخل شی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی پهٔ دې واقعه کښې ټول ګړ بړ اؤ دَ بیت الله شریف بې ادبی دَ کافرو دَ طرف نه شوے وه چې دَ عمرې پهٔ نیت راغلی خلق ېٔ دَ بیت الله شریف دَ طواف نه منع کړل اؤ دَ قربانیٔ څاروی ېٔ خپل ځائې ته پرې نهٔ ښؤل بېشکه دا ځائې دَ دې قابل وهٔ چې دَ مسلمانانو پهٔ قبضه کښې راغلے وې ۔ (چې بیا چا دَ بیت الله بې ادبی نهٔ شوې کؤلے) لېکن ځنی نر ښځې مسلمانان پهٔ مکّه کښې موجود وو اؤ دَ ځنو کافرانو پهٔ نصیب کښې ایمان لیکلے وهٔ ۔ کهٔ پهٔ دې موقع جنګ شوے وې نو دې کسانو ته به تکلیف رسېدلے وهٔ ۔ دَ روغې پهٔ دوؤ کالو کښې دغه مسلمانان دَ کافرو دَ پنجې نه آزاد شو اؤ دَ چا پهٔ قسمت کښې چې ایمان وهٔ هغه مسلمانان شو نو بیا مسلمانانو ته دَ مکّې معظّمې فتح کؤلو اجازت وشو ۔

ف۴۶: یعنی کهٔ پهٔ مکّه کښې کافران اؤ مسلمانان یو تر بله ګډ وډ نهٔ وې ، مسلمانان ترې جدا وسېدے نو تاسو به لیدلی وو چې مونږ به دَ مسلمانانو پهٔ لاس دَ مکّې معظّمې مشرکانو ته سخته سزا ورکړے وه ۔

اِذْ جَعَلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْحَمِیَّةَ حَمِیَّةَ الْجَاهِلِیَّةِ فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَ اَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوٰی وَ كَانُوْۤا اَحَقَّ بِهَا وَ اَهْلَهَا١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا۠۝۲۶

ترجمه: کله چې وساتلو کافرانو ننګ پهٔ خپلو زړونو کښې دَ ناپوهیٔ دَ ضد ننګ بیا الله نازل کړو دَ خپل طرف نه اطمینان پهٔ خپل رسول اؤ پهٔ مسلمانانو ف۴۷ اؤ ټینګ ېٔ کړل دوی دَ ادب پهٔ خبره اؤ وو دوی زیات حقدار دَ دې اؤ اهل دَ دې، اؤ دے الله پهٔ هر څیز ښهٔ خبر ، ف۴۸

ف۴۷: دَ ناپوهیٔ ضد دا چې (۱) پهٔ دې کال ېٔ مسلمانان دَ عمرې نه منع کړل اؤ پهٔ روغه کښې ېٔ (۲) یو شرط دا کښېښوهٔ چې کوم مسلمانان دَ مکّې نه هجرت کوی تاسو به ېٔ راته بیا را واپس کویٔ ۔ (۳) بل شرط دا چې بل کال چې عمرې ته راځیٔ نو درے ورځو نه زیات به نهٔ ایسارېږیٔ اؤ څرګنده وسله به درسره نهٔ وی ۔ (۴) دَ صلحنامې لیکلو پهٔ وخت ېٔ پهٔ بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لیکلو اعتراض وکړو اؤ وئیل ېٔ چې محمّد رسول الله مهٔ لیکیٔ تش محمّد بن عبدالله ولیکیٔ ۔ رسول اللهﷺ دا ټولې خبرې ومنلې اؤ مسلمانان دَ ډېر غم اؤ خفګان سره بیا هم دَ رسول اللهﷺ حکم ته غاړه کښېښوه اؤ ډېر صبر اؤ تحمّل ېٔ وکړو اؤ آخر ورته الله تعالیٰ دَ زړهٔ اطمینان اؤ سکون ورکړو ۔

ف۴۸: یعنی دَ الله دَ ویرې ېٔ ځان دَ نافرمانیٔ نه بچ کړو اؤ دَ کعبې شریفې ادب اؤ عزّت ېٔ وساتلو اؤ ولې به ېٔ نهٔ ساتلو هم دغه قوم پهٔ ټوله دنیا کښې دَ یو الله رښتونی پرستار ، دَ کلمهٔ توحید زبردست حامیان ، اؤ دَ آخری نبیﷺ امتیان اؤ تابعدار وو هم دغه شان خلق خپل جذبات اؤ خیالات عین دَ جوش پهٔ وخت کښې دَ خپل مالک دَ رضا دپاره قربان کؤلے شی ۔ اصلی توحید هم دغه دے چې بنده دَ خپل مالک دَ حکم پهٔ مقابله کښې دَ خپل عزت اؤ ذلت هېڅ خیال ونهٔ ساتی شاید چې ځکه پهٔ حدیث شریف کښې دَ کَلِمَةُ التَّقْوٰی تفسیر پهٔ لَا اِلٰهَ اِلَّا الله شوے دے ۔ ځکه چې دَ ټولې پرهېزګاریٔ اؤ پاکیٔ بنیاد هم دغه دَ توحید کلمه ده دَ کومې کلمې دَ وچتؤلو دپاره چې الله تعالیٰ دَ نبی آخر زمان اصحاب غوره کړی وو ، اؤ بېشکه دَ الله پهٔ علم کښې هم دغه کسان دَ دې انتخاب حقدار اؤ دَ دې قدر اهل وو ۔

لَقَدْ صَدَقَ اللّٰهُ رَسُوْلَهُ الرُّءْیَا بِالْحَقِّ١ۚ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ اٰمِنِیْنَ١ۙ مُحَلِّقِیْنَ رُءُوْسَكُمْ وَ مُقَصِّرِیْنَ١ۙ لَا تَخَافُوْنَ١ؕ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوْا فَجَعَلَ مِنْ دُوْنِ ذٰلِكَ فَتْحًا قَرِیْبًا۝۲۷

ترجمه: الله رښتیا وښودلو خپل رسول ته خوب صحیح ، چې ننه به ووځیٔ تاسو مسجدِ حرام ته کهٔ الله وغوښته پهٔ آرام سره خریُونکی دَ خپلو سرونو اؤ قینچی کؤنکی بې خطرې ، ف۴۹ نو هغه (الله) ته معلوم وو هغه څهٔ چې تاسو ته نهٔ وو معلوم بیا ېٔ درته مقرر کړه دَ دې نه اخوا یوه فتح نژدے ۔ ف۵۰

ف۴۹: دَ سورت پهٔ شروع کښې لیکلی شوی دی چې رسول اکرمﷺ خوب لیدلے وهٔ چې مونږ مکّې ته ننوتو ، عمره مو وکړه سرونه مو کَل یا قینچی کړهٔ (خلق یا قصر) دَ عامو اصحابوؓ دا خیال شو چې هم پهٔ دے کال ب عمره وکړو ۔ دلته اتّفاقًا رسول اللهﷺ هم پهٔ دغه کال دَ عمرې نیت وکړو ۔ کله چې دَ حدیبیٔے روغه وشوه اؤ حضورﷺ اؤ اصحابؓ وطن ته واپس را روان شو نو پهٔ لار کښې ترېنه یو صحابیؓ تپوس وکړو یا رسول اللهﷺ تا نهٔ وو فرمائیلی چې پهٔ امن و امان به مکّې معظّمې ته ننوځو اؤ عمره به کوؤ؟ حضورﷺ وفرمائیل ولې ما دا هم وئیلی وو چې دا به پهٔ دې کال وی؟ صحابیؓ عرض وکړو نه دا خو مو نهٔ وو وئیلی ۔ بیا حضور اکرمﷺ وفرمائیل بېشکه هم دغه شان به کیږی تاسو به پهٔ امن و امان دَ بیت الله طواف وکړیٔ اؤ حلق یا قصر به وکړیٔ اؤ هېڅ خطره به نهٔ وی ۔ نو پهٔ مخکښې کال هم دغه شان وشوه ۔ پهٔ دې آیت کښې دې ته اشاره ده چې بېشکه الله خپل رسول اللهﷺ ته رښتونے خوب ښودلے وهٔ ۔ هم دغه شان به کیږی ۔ باقی دلته چې ورسره اِنْ شَآءَ الله وئیلی شوی دی نو دَ ابنِ کثیرؒ پهٔ خیال دا دَ تاکید اؤ تحقیق دپاره دے اؤ دَ علامه سیبویهؒ دا خیال دے کهٔ دَ یوې خبرې قطعی طور ښودل مصلحت نهٔ وی اؤ کؤل ېٔ ورته منظور وی نو پهٔ داسې موقع هم دغه شان عنوان اختیارؤلے شی۔

ف۵۰: یعنی بیا الله تعالیٰ دَ خپل کامل علم موافق دَ ظاهری اسبابو سلسله قائمه کړه ۔ پهٔ دې هغه ښهٔ پوهیږی چې دَ دې خوب تعبیر یو کال پس ښکاره کؤلو کښې څومره فائدې وې ۔ تاسو پهٔ دې نهٔ پوهېږیٔ نو الله تعالیٰ پهٔ دغه کال دَ خوب تعبیر څرګند نهٔ کړو ۔ اؤ فی الحال ېٔ تاسو ته یوه بله فتح درکړه ۔ یعنی دَ خیبر فتح یا دَ حدیبیه صلح کومې ته چې دَ فتحې مبین خطاب ورکړې شوے دے ۔ څنګه چې دَ سورت پهٔ شروع کښې مونږ لیکلی دی ۔ اصحابوؓ به دغه صلحنامه دَ فتحې مبین پهٔ نوم یادؤله ۔

هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَ دِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًاؕ۝۲۸

ترجمه: هم هغه دے چې را واېٔ ستؤلو خپل رسول پهٔ سمه لار اؤ پهٔ حق دین باندې ف۵۱ چې غالب کړی دغه دین پهٔ ټولو دینونو باندې ف۵۲ اؤ کافی دے الله حق ثابتؤنکے، ف۵۳

ف۵۱: یعنی دَ اصولو ، فروعو ، عقائدو اؤ احکامو پهٔ اعتبار هم دغه دینِ اسلام رښتونے دین دے اؤ هم دغه دَ اسلام لار نېغه لاره ده ۔

ف۵۲: دغه دین الله تعالیٰ پهٔ ظاهره هم سوؤنو کاله پهٔ نورو دینونو غالب کړو، اؤ مسلمانانو پهٔ سوؤنو کاله ډېر شان و شوکت سره حکومت وکړو اؤ آئنده دپاره به هم قیامت ته نژدے یو داسې وخت راشی چې هر طرف ته به دَ اسلام حکومت وی ۔ باقی دَ دلیل اؤ برهان پهٔ اعتبار خو اسلام همېشه راسې غالب راغلے دے اؤ غالب به وی ۔

ف۵۳: یعنی الله تعالیٰ دَ دې دین دَ حق کېدو ګواه دے اؤ هم هغه ېٔ حق ثابتؤنکے دے ۔

مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰهِ١ؕ وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗۤ اَشِدَّآءُ عَلَی الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَیْنَهُمْ تَرٰىهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا یَّبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانًا١٘ سِیْمَاهُمْ فِیْ وُجُوْهِهِمْ مِّنْ اَثَرِ السُّجُوْدِ١ؕ ذٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ١ۛۖۚ وَ مَثَلُهُمْ فِی الْاِنْجِیْلِ١ۛ۫ۚ كَزَرْعٍ اَخْرَجَ شَطْـَٔهٗ فَاٰزَرَهٗ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوٰی عَلٰی سُوْقِهٖ یُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِیَغِیْظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ١ؕ وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ مِنْهُمْ مَّغْفِرَةً وَّ اَجْرًا عَظِیْمًا۠۝۲۹

ترجمه: محمّد دَ الله رسول دے اؤ کوم خلق چې دَ هغهٔ سره دی زورور دی پهٔ کافرانو ، ف۵۴ نرم دل دی پهٔ خپلو کښې ، ف۵۵ تهٔ به وینې دوی پهٔ رکوع کښې اؤ پهٔ سجده کښې چې غواړی به دَ الله فضل اؤ دَ هغهٔ رضا ف۵۶ نخښانې دی دَ دوی پهٔ مخونو باندې دَ سجدې دَ اثر نه ف۵۷ دغه شان مثال دے دَ دوی پهٔ توریٰت کښې اؤ دغه مثال دے دَ دوی پهٔ انجیل کښې ف۵۸ لکه یو فصل چې را وباسی خپلې پاڼې بیا ېٔ مضبوطه کړی ملا بیا ېٔ غټې کړی بیا ودریږی پهٔ خپل ډانډی ف۵۹ چې ښهٔ ښکاری کاشتکارو ته ف۶۰ چې وسوزوی پهٔ دې زړهٔ دَ کافرانو ، ف۶۱ وعده کړے ده الله دَ هغه چا سره چې ایمان ېٔ راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی دَ معافیٔ اؤ غټ ثواب ۔ ف۶۲

ف۵۴: یعنی دَ کافرو پهٔ مقابله کښې مضبوط اؤ کلک دی چې پهٔ هغوی ېٔ رعب کښېښنی ۔ الله تعالی فرمائی: وَلْیَجِدُوْ فِیْکُمْ غِلْظَةً ؕ (سورتِ توبه ، رکوع۱۶) اؤ بل ځائې ارشاد دے: وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ (سورتِ توبه ، رکوع ۱۰) اؤ بل ځائې ارشاد دے: اَذِلَّةٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اَعِزَّةٍ عَلَی الْکَافِرِیْنَ (سورتِ مائده ، رکوع ۸) شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ کومه تیزی چې دَ خپل خوی وی هغه هر ځائې یو شان وی لېکن دَ چا زړهٔ چې پهٔ ایمان روښانه شی دَ هغوی دَ تېزیٔ خپله موقع وی (یعنی دَ کفر پهٔ مقابله کښې) اؤ دَ نرمیٔ ېٔ خپله موقع وی (یعنی دَ خپلو مسلمانانو وروڼو سره) عالمانو لیکلی دی ۔ دَ یو کافر سره احسان اؤ ښهٔ سلوک کؤل کهٔ دَ شرعی مصلحت پهٔ بنا وی نو ښهٔ دی لېکن دَ دین پهٔ معامله کښې سستی ښهٔ نهٔ ده ۔

ف۵۵: یعنی پهٔ خپلو کښې نرم پهٔ یو بل مهربانه اؤ تواضع کؤنکی دی ۔ پهٔ حدیبیه کښې دَ اصحابوؓ دا دواړه شانه ښهٔ روښانه وو ۔

ف۵۶: یعنی عبادت ډېر زیات کوی چې ګورې ېٔ نو یا به پهٔ رکوع وی اؤ یا به پهٔ سجده پراتهٔ وی اؤ ډېر پهٔ اخلاص به دَ خپل رب پهٔ عبادت مشغول وی ۔ بس دَ الله خوشحالؤل اؤ دَ هغهٔ رضا حاصلؤل ېٔ دَ ژوند مقصد دے ۔

ف۵۷: یعنی دَ ډېرو نمونځونو اؤ بیا خاص دَ تهجدو دَ نمانځهٔ دَ اثر نه ېٔ پهٔ مخ یو خاص نور ځلیږی ګویا کهٔ دَ باطنی صفاییٔ اؤ اخلاص رڼا ېٔ پهٔ مخ ځلیږی، دَ رسول اللهﷺ اصحابؓ دَ خپل پرهیزګاره ژوند اؤ دَ مخ دَ نور پهٔ برکت پهٔ ټولو خلقو کښې جدا ښکاره وو اؤ څرګند پېژندے شو ۔

ف۵۸: یعنی پهٔ وړومبیو آسمانی کتابونو کښې دَ نبی آخرالزمان دَ اصحابوؓ هم دغه شان بیان شوے دے ځکه به دَ اهلِ کتابو صحیح عالمانو چې دَ رسول اللهﷺ دَ اصحابوؓ څهرې اؤ دَ هغوی دَ ژوند بطور طریقې ولیدې نو بې اختیاره به ېٔ ووې ۔ دا خو دَ مسیحؑ حواریان معلومیږی ۔

ف۵۹: حضرت شاه صاحبؒ دَ فصل مثال داسې بیان کړے دے ۔ یعنی اول پهٔ دې دین کښې یو کس وهٔ بیا دوه شو اؤ بیا ېٔ ورو ورو طاقت زیاتېدو دَ رسول اللهﷺ پهٔ ژوند ، بیا دَ خلفائے راشدینو پهٔ زمانه ۔ اؤ ځنو عالمانو وئیلی دی اَخْرَجَ شَطْأَهٗ نه دَ ابوبکر صدیقؓ زمانه مراد ده اؤ دَ اٰزَرَهٗ نه دَ عمر فاروقؓ زمانه ، دَ فَاسْتَغْلَظَ نه دَ حضرت عثمان غنیؓ زمانه اؤ دَ فَاسْتَوٰی عَلٰی سُوْقِهٖ نه دَ حضرت علیؓ زمانه مراد ده اؤ ځنو عالمانو ”وَالَّذِیْنَ مَعَهٗۤ اَشِدَّآءُ عَلَی الْکُفَّارِ رُحَمَآءُ بَیْنَهُمْ تَرٰهُمْ رُکَّعًا سُجَّدًا“ پهٔ څلورو خلفاؤ تقسیم کړے دے لېکن سمه خبره دا ده چې دا آیتونه دَ ټولو اصحابوؓ دَ مدح اؤ منقبت دپاره دی پهٔ مجموعی حیثیت سره اؤ خاص کر پهٔ بیعتِ رضوان کښې شامل اصحابوؓ دپاره دَ کومو ذکر چې دَ دې سورت دَ شروع راسې را روان دے ۔

ف۶۰: فصل کرؤنکی پهٔ دې خبرو ښهٔ پوهیږی ځکه خاص طور سره دَ کرؤنکیو ذکر وشو چې دَ یو څیز ماهرانو ته شے ښهٔ ښکاره شی نو نورو ته به ولې ښهٔ نهٔ ښکاری ۔

ف۶۱: یعنی دَ اسلام دا باغ چې ترو تازه وینی نو کافران ورته دَ کینې اؤ حسد پهٔ اور کښې ورتیږی ۔ دَ دې آیت نه ځنو عالمانو دا مسئله ویستې ده چې دَ اصحابوؓ سره کینه کؤنکے کافر دے ۔

ف۶۲: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دا وعده شوے ده دَ ایماندارو اؤ نیکی کؤنکیو سره اؤ دَ رسول اللهﷺ اصحابؓ ټول هم دغه شان وو خو الله تعالیٰ خپلو بندیانو ته صفاخوشخبری نهٔ ورکوی چې چرته بې فکره اؤ غاوره نهٔ شی ، دَ هغه حقیقی مالک دَ طرف نه دومره شاباسے هم کافی دے ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الْحُجْرٰتِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانِیَ عَشَرَةَ اٰیَۃً وَّ فِیْهَا رُکُوْعَانِ ۔

ترجمه: سورتِ حجرات مدینه منوره کښې نازل شوے دے پهٔ دې کښې اتلس (۱۸) آیتونه اؤ دوه رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیِ اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۝۱

ترجمه: اے ایماندارو مهٔ وړاندې کیږیٔ دَ الله نه اؤ دَ هغهٔ دَ رسول نه ف۱ اؤ ویرېږیٔ دَ الله نه ، بېشکه الله هر څهٔ اوری پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ ف۲

ف۱: یعنی پهٔ کوم کار کښې چې دَ الله اؤ دَ رسولﷺ دَ طرف نه دَ څهٔ حکم طمع وی پهٔ هغې کښې دَ ځانه یوه فیصله مخکښې مهٔ کویٔ ، بلکې حکم راتلو پورې انتظار کویٔ ۔ کله چې درته رسول اکرمﷺ څهٔ خبره کوی نو ښهٔ پهٔ غور سره ېٔ اوریٔ اؤ غلی وسیٔ ۔ دَ هغهٔ دَ خبرې پوره کؤلو نه وړومبے خپله دَ خبرو کؤلو زړهٔ مهٔ کویٔ ۔ څهٔ چې درته هغه ووائی هم پهٔ هغې عمل کویٔ ۔ دَ خپل خیال یا دَ خپل خواهش څهٔ خیال مهٔ ساتیٔ بلکې خپل خواهش اؤ خپل جذبات دَ آسمانی حکم تابع کړیٔ ۔

تنبیه: پهٔ دې سورت کښې مسلمانانو ته دَ نبی کریمﷺ دَ ادب اؤ حقونو اؤ دَ خپلو مسلمانانو وروڼو سره دَ ورورولیٔ مضبوطؤلو طریقې ښودلې شوے دی اؤ دا چې دَ مسلمانانو جماعتی نظام پهٔ کومه طریقه مضبوطېدے شی ۔ اؤ کهٔ چرته مسلمانانو کښې پهٔ خپلو کښې څهٔ اختلاف پیدا شی نو هغه به پهٔ کومه طریقه هواریږی ۔ دَ تجربې نه دا ثابته ده چې دَ اختلاف راتلو سبب اکثر خود غرضی اؤ خود رائی وی اؤ دَ دې علاج صرف دا دے چې مسلمانان خپلې ذاتی رائے اؤ غرضونه دَ یو اعلیٰ معیار تابع کړی اؤ ظاهره ده چې دَ الله اؤ رسولﷺ دَ معیار نه وچت معیار بل نشته ۔ پهٔ دې کښې پهٔ هغه وخت سره هر څومره تکلیف کهٔ وی لېکن آخری انجام به ېٔ ضرور پهٔ دواړو جهانه کښې بهتری وی ۔

ف۲: یعنی هغه بنده پهٔ رښتیا دَ الله اؤ رسولﷺ پوره فرمانبردار کېدے شی دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ الله خوف وی ، اؤ چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ الله خوف نهٔ وی نو کهٔ پهٔ خلهٔ دَ تابعداریٔ نوم ډېر ډېر اخلی اؤ ځان دَ اسلامی احکامو تابع ګڼی خو پهٔ حقیقت کښې به هم دغه کارونه دَ خپلو ذاتی اغراضو پوره کؤلو دپاره یوه ذریعه جوړوی ۔ نو یاد لریٔ چې څهٔ ستاسو پهٔ خلهٔ دی هغه هم الله اوری اؤ څهٔ چې ستاسو پهٔ زړهٔ کښې دی دَ هغې نه هم خبر دے ۔ نو دَ الله سره پهٔ چل ول کار نهٔ کیږی ۔ پهٔ زړهٔ کښې دَ الله خوف پیدا کړیٔ ۔ (چې نیت مو صفا شی)

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَرْفَعُوْۤا اَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِیِّ وَ لَا تَجْهَرُوْا لَهٗ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ اَنْ تَحْبَطَ اَعْمَالُكُمْ وَ اَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ۝۲

ترجمه: اے ایماندارو مهٔ وچتویٔ خپل آوازونه دَ نبی دَ آواز دپاسه اؤ دَ هغهٔ سره داسې پهٔ چغو خبرې مهٔ کویٔ څنګه چې یو بل سره پهٔ چغو کویٔ (هسې نه چې) خراب شی ستاسو عملونه اؤ تاسو خبر هم نهٔ ییٔ ۔ ف۳

ف۳: یعنی دَ رسول اللهﷺ پهٔ مخکښې آزاد اؤ بې باکه مجلس اؤ پهٔ وچت آواز خبرې مهٔ کویٔ ۔ لکه پهٔ خپلو مجلسونو کښې چې مو شور غوبل جوړ کړے وی ۔ دَ رسول اللهﷺ پهٔ مخکښې ډېر پهٔ ادب خبرې کویٔ ۔ اؤ کهٔ دَ رسول اللهﷺ سره څهٔ خبره کؤل غواړیٔ نو ډېر پهٔ غلی آواز اؤ ډېر پهٔ ادب خبرې کویٔ ۔

ګوریٔ یو لائق ځوئے دَ خپل پلار سره یو ښهٔ شاګرد دَ خپل استاذ سره ، اؤ یو تابعدار سپاهی دَ خپل افسر سره څنګه پهٔ ادب خبرې کوی نو دَ پېغمبرﷺ مرتبه خو دَ دې ټولو نه زیاته ده ۔ هغهٔ سره خو ډېرې پهٔ احتیاط خبرې پکار دی هسې نه چرته څهٔ بې ادبی وشی اؤ دَ پېغمبرﷺ طبیعت پرې خفه شی نو دَ مسلمان خو بیا هېچرته ځائې نشته ټوله خواری به ېٔ برباد شی اؤ دَ ځان نه به خبر هم نهٔ وی ۔

تنبیه: دَ حضور اکرمﷺ دَ وفات نه پس دَ حضورﷺ دَ احادیثو مبارکو دَ اورېدو پهٔ وخت هم دغه شان پهٔ ادب اؤ عزت اورېدل اؤ لوستل پکار دی ۔ اؤ دَ کومو خوش قسمتو چې دَ حضورﷺ دَ روضې مبارکې دیدار نصیب شی هغوی ته هلته دَ ادب خیال ساتل ډېر ضروری دی اؤ دَ حضورﷺ نه پس بیا دَ هغوی دَ خلفاؤ اؤ عالمانو اؤ دَ اسلامی حکومت دَ حاکمانو سره هم درجه پهٔ درجه دغه شان دَ ادب خیال ساتل ضروری دی چې جماعتی نظم قائم وی ۔ دَ مرتبې دَ خیال نهٔ ساتلو پهٔ وجه ډېرې فتنې پورته کیږی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ یَغُضُّوْنَ اَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ امْتَحَنَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ لِلتَّقْوٰی١ؕ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ اَجْرٌ عَظِیْمٌ۝۳

ترجمه: بېشکه هغه کسان چې پهٔ غلی آواز خبرې کوی دَ رسول الله سره هم دغه کسان دی چې صفا کړل الله دَ دوی زړونه دَ ادب دپاره ف۴ دوی لره معافی ده اؤ غټ ثواب دے ۔ ف۵

ف۴: یعنی څوک چې دَ حضورﷺ پهٔ مجلس کښې پهٔ ادب خبرې کوی اؤ خپل آواز دَ حضورﷺ دَ آواز نه کمزورے ساتی ۔ دا هغه کسان دی چې الله تعالیٰ ورباندې خپل فضل کړے دے اؤ دَ دوی زړونه ېٔ دَ تقویٰ دپاره تیار کړی اؤ صفا کړی دی ۔ شاه ولی الله صاحبؒ حجة الله بالغه کښې لیکلی دی۔ څلور څیزونه دَ الله تعالیٰ شعائر دی ۔

قرآن شریف ، پېغمبرﷺ ، بیت الله شریف ، نمونځ ۔ دَ دې څلورو څیزونو ادب اؤ عزت به هغه څوک کوی چې زړهٔ ېٔ دَ تقویٰ نه ډک وی ۔

وَ مَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآئِرَ اللهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ ۔

دې نه معلومه شوه چې هر کله دَ نبی کریمﷺ دَ آواز نه آواز وچتؤل ګناه ده نو دَ رسول اللهﷺ دَ فرمان خلاف آواز وچتؤل به څومره غټه ګناه وی ۔

ف۵: یعنی دَ دې اخلاص پهٔ برکت به ورته کړی ګناهونه معاف شی اؤ غټ ثواب به ورکړې شی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ یُنَادُوْنَكَ مِنْ وَّرَآءِ الْحُجُرٰتِ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ۝۴

ترجمه: کوم خلق چې آواز کوی تا ته دَ دیوال شا ته هغه اکثر بې عقله دی ،

وَ لَوْ اَنَّهُمْ صَبَرُوْا حَتّٰی تَخْرُجَ اِلَیْهِمْ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۵

ترجمه: اؤ کهٔ دوی صبر کړے وې تر دې چې تهٔ دوی ته راوتې وې نو دا دَ دوی پهٔ حق کښې بهتره وه اؤ الله ډېر بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۶

ف۶: دَ بنی تمیم قبیلې څو کسان رسول اللهﷺ سره ملاقات ته راغلی وو ، هغه وخت حضور اکرمﷺ کور کښې دننه خپله کوټه مبارکه کښې وهٔ نو هغوی ورته دَ بهر نه آوازونه شروع کړل ۔ یَا مُحَمَّدْ اُخْرُجْ اِلَیْنَا ،

(اے محمّده مونږ ته بهر را ووځه)

دا ډېر دَ بې عقلیٔ اؤ بې ادبیٔ کار وهٔ ۔ دَ رسول اللهﷺ دَ وچتې مرتبې اؤ دَ هغوی دَ وچت شان نه بې خبره وو ۔ دوی ته څهٔ پته وه کهٔ پهٔ دې وخت کښې پهٔ حضور اکرمﷺ وحې راتله یا پهٔ بل څهٔ ضروری کار کښې مشغول وهٔ ۔ دَ حضور اکرمﷺ پهٔ غاړه خو دَ ټولو مسلمانانو ذمه واری وه ، دَ یو معمولی کاروبار سړے کهٔ نظام الاوقات مقرر نهٔ کړی نو یو کار به هم سر ته ونهٔ رسوی ۔ دوی ته دَ پېغمبرﷺ ادب اؤ احترام پکار وهٔ ۔ دَ چا پهٔ خلهٔ به ېٔ خبر ور استؤلے وهٔ ۔ اؤ بهر به ېٔ انتظار کړے وهٔ ۔ چې کله ورته حضور اکرمﷺ بهر ته راوتې وې نو بیا به ېٔ ورسره خپله خبره کړے وه ۔ دا طریقه دَ دوی دپاره بهتره وه ۔ کار خو ېٔ بد کړے وهٔ خو پهٔ ناپوهیٔ اؤ غلطیٔ کهٔ دَ چا نه بد کار وشی نو الله تعالیٰ بخښونکے مهربانه دے ، چې پهٔ اخلاص توبه وباسی اؤ بیا داسې کار نهٔ کوی نو شوے غلطی ورته الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل معاف کوی ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْۤا اَنْ تُصِیْبُوْا قَوْمًۢا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوْا عَلٰی مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ۝۶

ترجمه: اے ایماندارو کهٔ راؤړی تاسو ته څوک ګناهګار یو خبر نو ښهٔ تحقیق ېٔ وکړیٔ چرې ورپرې نهٔ وځیٔ پهٔ یو قوم پهٔ ناپوهیٔ کښې نو بیا به سبا پهٔ خپلو کړو ستومانه ییٔ ۔ ف۷

ف۷: اکثر غټې جګړې دَ غلطو خبرو نه جوړیږی ځکه الله تعالیٰ اول دَ جګړو دا بنیاد ختمؤل غواړی ۔ مسلمانانو ته هدایت کوی چې یو خبر هم دَ پوره تحقیق کؤلو اؤ خبرې سر ته رسؤلو نه بغیر مهٔ منیٔ ۔ فرض کړیٔ کهٔ یو کمزوری اؤ دَ جذباتو نه بې قابو سړی پهٔ خلهٔ پهٔ دغه قوم حمله وکړه اؤ وروستو معلومه شوه چې دا خبر غلط وهٔ نو خیال وکړیٔ چې هغه وخت به بیا تاسو څومره پښېمانه اؤ ملامته ویٔ ۔

وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ فِیْكُمْ رَسُوْلَ اللّٰهِ١ؕ لَوْ یُطِیْعُكُمْ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنَ الْاَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ حَبَّبَ اِلَیْكُمُ الْاِیْمَانَ وَ زَیَّنَهٗ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَ كَرَّهَ اِلَیْكُمُ الْكُفْرَ وَ الْفُسُوْقَ وَ الْعِصْیَانَ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الرّٰشِدُوْنَۙ۝۷

ترجمه: اؤ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې پهٔ تاسو کښې رسول دے دَ الله ، کهٔ چرې هغه ستاسو خبره ومنی پهٔ ډېرو کارونو کښې نو تاسو ته به ګرانه شی ف۸ لېکن الله محبت اچؤلے دے ستاسو پهٔ زړونو کښې دَ ایمان اؤ ښائسته کړے ېٔ دے ستاسو پهٔ زړونو کښې اؤ نفرت ېٔ اچؤلے دے ستاسو پهٔ زړونو کښې دَ کفر اؤ ګناه اؤ نافرمانیٔ نه ، هم دغه خلق دی دَ نیکیٔ پهٔ لار ،

ف۸: یعنی کهٔ رسول اللهﷺ ستاسو څهٔ خبره ونهٔ منی نو پهٔ دې خفه کېږیٔ مه۔ حق دَ خلقو دَ خیال تابع کېدے نهٔ شی ۔ کهٔ داسې شی نو دَ زمکې اؤ آسمانونو ټول نظام به ګډ وډ شی ۔

وَ لَوِاتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ ۔ (سورتِ المؤمنون ، رکوع ۴)

(یعنی کهٔ حق دَ خلقو دَ خواهشونو تابع شی نو پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې به فساد خور شی) مطلب دا چې دَ خبرونو تحقیق کویٔ اؤ حق دَ خپل خواهش تابع مهٔ ګڼیٔ ۔ پهٔ دې طریقه به دَ جګړو بنیاد ورک شی ۔ شاه صاحبؒ لیکی کهٔ رسول اللهﷺ پهٔ څهٔ خبره کښې ستاسو صلاح ونهٔ منله نو خفه کیږیٔ مه ځکه چې رسول اللهﷺ عمل کوی دَ الله پهٔ حکم ، پهٔ دغې کښې هم ستاسو فائده ده ۔ اؤ کهٔ رسول اللهﷺ ستاسو خبره منی نو هر سړے به ورباندې دَ خپل خیر کار کؤل غواړی نو هغه به دَ کوم کوم خبره اوری دغه شان به هر څهٔ ګډ وډ شی ۔

فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَ نِعْمَةً١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۝۸

ترجمه: دَ الله پهٔ فضل اؤ دَ هغهٔ پهٔ احسان ، ف۹ اؤ الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے دَ حکمتونو خاوند، ف۱۰

ف۹: یعنی کهٔ تاسو دا غواړیٔ چې پېغمبر دې ستاسو هره خبره منی نو دا خو ډېره ګرانه ده لېکن تاسو دَ الله شکر کویٔ چې هغهٔ پهٔ خپل فضل اؤ احسان دَ مؤمنانو پهٔ زړونو کښې دَ ایمان محبت اچؤلے دے چې دَ کفر اؤ ګناه نه نفرت کوی اؤ خرابې خبرې ېٔ هډو پهٔ زړهٔ کښې نهٔ تیریږی ۔ پهٔ کوم مجلس کښې چې دَ الله رسولﷺ موجود وی هلته دَ بل چا دَ خیال اؤ خواهش تابعداری نهٔ شی کېدے ۔ نن اګر کهٔ رسول اللهﷺ مونږ کښې موجود نهٔ دے لېکن دَ هغهٔ تعلیم دَ هغهٔ پاک احادیث اؤ دَ هغهٔ وارثان اؤ نائبان دَ دین عالمان موجود دی (چې پهٔ هره خبره کښې راته دَ الله دَ رسولﷺ سنت اؤ دَ حق لار صفا ښودلے شی)

ف۱۰: یعنی هغهٔ ته دَ هر چا لیاقت معلوم دے اؤ هر یو ته دَ خپل استعداد اؤ لیاقت مناسب درجه ورکوی ۔

وَ اِنْ طَآىِٕفَتٰنِ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اقْتَتَلُوْا فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا١ۚ فَاِنْۢ بَغَتْ اِحْدٰىهُمَا عَلَی الْاُخْرٰی فَقَاتِلُوا الَّتِیْ تَبْغِیْ حَتّٰی تَفِیْٓءَ اِلٰۤی اَمْرِ اللّٰهِ١ۚ فَاِنْ فَآءَتْ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَ اَقْسِطُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ۝۹

ترجمه: اؤ کهٔ دوه ډلې دَ مسلمانانو خپلو کښې جنګ وکړی نو روغه وکړیٔ دَ دواړو ترمینځه ، بیا کهٔ زیاتے وکړی پهٔ دوی کښې یوه ډله پهٔ بله باندې نو تاسو ټول جنګ وکړیٔ دَ هغې ډلې سره چې زیاتے ېٔ کړې وی تر دې چې را واپس شی دَ الله حکم ته ، بیا کهٔ دوی را واپس شو نو خپلو کښې ېٔ روغه وکړیٔ پهٔ برابریٔ اؤ انصاف سره ، بېشکه دَ الله خوښ وی انصاف کؤنکی، ف۱۱

ف۱۱: یعنی دَ دې ټولو احتیاطونو سره بیا هم کهٔ چرته دَ مسلمانانو پهٔ دوؤ ډلو کښې اختلاف پیدا شی اؤ خپلو کښې پهٔ جنګ شی نو تاسو اول دَ اختلاف لرې کؤلو کوشش وکړیٔ ۔ کهٔ کامیابی ونهٔ شوه اؤ یوه ډله خامخا پهٔ بله زیاتے کوی اؤ انصاف نهٔ منی نو تاسو بیا غلی مهٔ کښېښنیٔ بلکې څوک چې زیاتے کوی نو ټول مسلمانان پهٔ شریکه دغه زیاتی کؤنکی ته جنګ ته ودریږیٔ اؤ پهٔ انصاف منلو ېٔ مجبور کړیٔ ۔ بیا کهٔ دوی دَ الله حکم ته غاړه کښېښوه نو پکار دی چې مسلمانان دَ دواړو ډلو ترمینځه پهٔ انصاف اؤ مساوات روغه جوړه وکړی چې دَ یوې ډلې طرفداری پکښې ونهٔ شی ۔

تنبیه: دَ مسلم شریف اؤ بخاری شریف دَ روایت موافق دَ مدینې منورې دَ مسلمانانو (انصارو) دَ دوؤ ډلو اوس اؤ خزرج ترمینځه پهٔ څهٔ خبره اختلاف راغلے وهٔ ۔ حضور اکرمﷺ دَ دواړو ترمینځه صلح وکړه ۔ دا آیت دَ دغه واقعې پهٔ حق کښې نازل شوے دے څوک چې دَ خلیفه خلاف بغاوت وکړی هغه هم دَ دې آیت پهٔ ضمن کښې راتلې شی اؤ لکه څنګه چې دَ آیت دَ شانِ نزول نه معلومیږی پهٔ دې کښې دَ مسلمانانو ټول جماعتی اختلافات راځی ۔ باقی دَ باغیانو متعلق دَ شریعت تفصیلی احکام دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې کتل پکار دی ۔

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَ اَخَوَیْكُمْ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ۠۝۱۰

ترجمه: بېشکه ټول مسلمانان خپلو کښې وروڼه دی نو روغې راولیٔ پهٔ خپلو دوؤ وروڼو کښې اؤ ویره کویٔ دَ الله نه چې پهٔ تاسو رحم وکړې شی ۔ ف۱۲

ف۱۲: یعنی دَ صلحې اؤ جنګ دواړو حالتونو کښې دا خاص خیال ساتیٔ چې دا روغه یا دا جنګ دَ دوؤ وروڼو دے ۔ دَ دښمنانو یا کافرانو پهٔ شان سلوک دې نهٔ کیږی ۔ دوه وروڼه چې پهٔ څهٔ خبره سره وران شی نو دغه شان پرېښؤل ېٔ ښهٔ نهٔ دی دَ روغې کوشش پکښې پکار دے ۔ اؤ دَ دې کوشش پهٔ وخت دَ الله نه خوف کویٔ ، چې دَ یو کس نه ویره ونهٔ کړیٔ یا دَ انتقام جذبه درکښې راپورته نهٔ شی ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنُوْا خَیْرًا مِّنْهُمْ وَ لَا نِسَآءٌ مِّنْ نِّسَآءٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُنَّ خَیْرًا مِّنْهُنَّ١ۚ وَ لَا تَلْمِزُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ لَا تَنَابَزُوْا بِالْاَلْقَابِ١ؕ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوْقُ بَعْدَ الْاِیْمَانِ١ۚ وَ مَنْ لَّمْ یَتُبْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ۝۱۱

ترجمه: اے ایماندارو خندا دې نهٔ کوی یو ډله پهٔ بله ډله پورې شاید چې هغه بهتره وی دَ دوی نه اؤ (خندا دې نهٔ کوی) یوه ډله دَ ښځو پهٔ نورو ښځو پورې شاید چې هغه بهتره وی دَ دوی نه ، اؤ عیب مهٔ لګویٔ پهٔ یو بل باندې اؤ مهٔ پهٔ خراب نوم یادویٔ یو بل ف۱۳ ناکاره نوم دے ګناهګاری دَ ایمان نه پس ، ف۱۴ اؤ څوک چې توبه نهٔ وباسی هم هغه دی بې انصافه ۔ ف۱۵

ف۱۳: اول دَ اختلاف کؤلو تدبیرونه وښیٔلی شو بیا دا وښیٔلی شو چې کهٔ دَ احتیاط سره بیا هم چرته دَ مسلمانانو پهٔ دوؤ ډلو کښې اختلاف پیدا شو اؤ خبره جنګ ته ورسېده نو بهرحال دا کوشش پکار دے چې نفرت ډېر زیات نهٔ شی اؤ خبره پهٔ روغه جاړه فیصله شی ۔ اکثر لیدے شی چې چرته دَ دوؤ کسو ترمینځه پهٔ څهٔ ورانه راشی نو کهٔ لږه شان موقع پهٔ لاس ورشی نو یو بل پورې مسخرې شروع کړی اؤ دا خیال ېٔ زړهٔ ته نهٔ راځی چې دا زهٔ چې چا پورې خاندم هسې نه چې دغه بنده خپل مولیٰ ته زما نه زیات نژدے وی اؤ دَ الله پهٔ دربار کښې دَ دهٔ درجه زما نه وچته وی بلکې اکثر داسې کیږی چې دَ اختلاف پیدا کېدو نه مخکښې ېٔ خپله هم دَ ځان نه زیات ګڼی خو دَ اختلاف پهٔ ضد اؤ عناد کښې ورته دَ بل معمولی کمزوری ښکاره شی اؤ خپلې غټې غټې غلطیٔ ترېنه پټې وی ۔ پهٔ دې طریقه اختلاف ورځ پهٔ ورځ زیاتیږی اؤ آخر دې حد ته ورسی چې دَ روغې دَ کوره ووځی ۔ پهٔ دې آیت کښې الله تعالیٰ مسلمانان دَ داسې قسمه خبرو نه منع کړی دی ۔ یعنی دَ مسلمانانو یوه ډله دې دَ بلې ډلې سپکاوې اؤ پهٔ یو بل پورې خنداګانې نهٔ کوی ، نهٔ دې دَ یو بل دَ کمزوریو لټون کوی اؤ نهٔ دې پهٔ بل خراب نوم ږدی ځکه چې پهٔ دې خبرو دښمنی زیاتیږی اؤ دَ فساد اور نور هم خوریږی ۔ سبحان الله څهٔ دَ حکمت نه ډک هدایات دی ۔ نن هم کهٔ مسلمانان پهٔ دغه قرآنی هدایت عمل وکړی نو ټولې ورانې ېٔ ختمېدې شی ۔ دَ مسلمانانو دَ ټولو مرضونو دپاره دَ سورتِ حجرات دغه څو آیتونه مکمل علاج دے ۔

ف۱۴: یعنی چا ته خراب نوم اخستو باندې بنده خپله ګناهګاریږی ، پهٔ هغه سړی دَ دې نوم څهٔ خراب اثر کیږی اؤ کهٔ نه ۔ لېکن دې خو بدتهذیبه ، فاسق اؤ مردم آزار شو ۔ نو آیا دَ ایماندار سره دا نومونه ښهٔ ښکاری؟ یا ېٔ دا مطلب دے چې هر کله یو سړی ایمان راؤړو اؤ مسلمان شو نو هغه دَ اسلام نه وړومبی نوم باندې یادؤل مثلًا یهودی یا عیسائی یا هندو ورته وئیل یا دَ کفر پهٔ حالت کښې کړی ګناهونو باندې ملامته کؤل یا ورته دَ هغې پېغور ورکؤل ډېر بد کار دے ۔ هم دغه شان کهٔ پهٔ یو سړی کښې څهٔ داسې عیب وی چې دَ هغهٔ دَ خپل اختیار نهٔ وی لکه ګوډ ، شل یا کاړینګ (کاڼے) وی ۔ یا ېٔ یوه ګناه کړے وی اؤ بیا ېٔ ترې توبه ویستې وی نو دَ دغې غیر اختیاری عیب یا ګناه پېغور چا ته ورکؤل بد کار دے ۔

ف۱۵: یعنی کهٔ مخکښې دَ چا نه داسې بد کار شوے وی نو اوس دې توبه وباسی ۔ اؤ کهٔ دَ دې حکم اورېدو نه پس ېٔ هم توبه ونهٔ ویسته نو بیا سخت مجرم اؤ ظالم دے ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اجْتَنِبُوْا كَثِیْرًا مِّنَ الظَّنِّ١٘ اِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ اِثْمٌ وَّ لَا تَجَسَّسُوْا وَ لَا یَغْتَبْ بَّعْضُكُمْ بَعْضًا١ؕ اَیُحِبُّ اَحَدُكُمْ اَنْ یَّاْكُلَ لَحْمَ اَخِیْهِ مَیْتًا فَكَرِهْتُمُوْهُ١ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ تَوَّابٌ رَّحِیْمٌ۝۱۲

ترجمه: اے ایماندارو ځان وساتیٔ دَ ډېرو بدګومانو نه ، بېشکه ځنې بدګومانی ګناه ده اؤ دَ چا پټ حال مهٔ لټویٔ اؤ دَ یو بل پشی شا بد مهٔ واییٔ ، ف۱۶ آیا پهٔ تاسو کښې څوک دا خوښوی چې غوښې وخوری دَ خپل مړ ورور نو دَ دې نه خو کرکه کویٔ ۔ ف۱۷ اؤ ویره کویٔ دَ الله نه بېشکه الله ډېر معاف کؤنکے دے مهربانه ۔ ف۱۸

ف۱۶: پهٔ اختلاف اؤ دښمنیٔ زیاتېدو کښې دَ بدګمانیٔ غټه برخه ده ۔ یوه ډله یا یو کس چې پهٔ بل بدګمانه شی نو بیا کهٔ دَ یوې خبرې لس (۱۰) اړخه وی اؤ یو اړخ پکښې خراب هم راوتے شی نو هغه ېٔ بیا پهٔ هغه خراب اړوی اؤ بیا دغه خراب اړخ ته داسې پوخ اؤ یقینی شکل ورکړی چې کهٔ څوک ېٔ ورته دَ روغې اړخ ډېر څرګندوی خو هغه ېٔ نهٔ وینی اؤ نهٔ ېٔ منی ۔ بیا خبره یواځې دا نهٔ وی چې اتفاقی ورته یوه خبره ورسېده اؤ ترېنه ېٔ خراب اړخ واخستو ، بلکې بیا پهٔ دې تلاش کښې لګیا وی چې دَ بلې ډلې پټې خبرې معلوموی اؤ دَ ځان نه ورسره مرچ مساله ملګری کوی اؤ خپل مجلس پرې ګرموی نو داسې ټول کارونه چې دَ اختلاف اؤ دښمنیٔ بنیاد ترې کښېښوې شی لکه بدګمانی ، دَ بل دَ پټو خبرو لټون ، اؤ دَ دروغو الزامونه لګؤل ، پشی شا یو بل پسې بد وئیل ، بدګمانی ، لټون ، تهمت اؤ غیبت دا ټول قرآن کریم سخت منع کړی دی ۔ دا کارونه دَ مؤمن دپاره قطعی حرام دی ۔ نن کهٔ مسلمانان دَ دې څلورو کارونو نه پهٔ رښتیا منع شو اؤ دَ قرآن صرف پهٔ دې یو حکم ېٔ عمل وکړو نو هم ټولې کمزوریٔ خپلو کښې جګړې اؤ بحثونه به ېٔ ختم شی اؤ پهٔ لږو ورځو کښې به دَ اسلامی معاشرې نه دَ اختلاف نوم ورک شی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ تهمت لګؤل ، پټ حال لټؤل اؤ پشی شا بد وئیل پهٔ یو ځائې کښې هم ښهٔ نهٔ دی ۔ لېکن کهٔ څوک ېٔ خالص دَ دین دَ فائدې پهٔ خیال کوی اؤ څهٔ خپل غرض ېٔ پکښې نهٔ وی نو بیا ېٔ اجازت شته لکه دَ احادیثو پهٔ راویانو چې دَ حدیثو امامانو اعتراضونه کړی دی ۔ ځکه چې دَ دې نه بغیر دَ دین حفاظت نهٔ شو کېدے ۔

ف۱۷: یعنی دَ مسلمان ورور غیبت کؤل داسې خراب کار دے لکه چې څوک دَ خپل مړ ورور غوښې خوری ۔ آیا یو سړے دا کار خوښؤلے شی؟ نو پوهه شیٔ چې غیبت هم دغه هومره خراب شے دے ۔

ف۱۸: یعنی پهٔ دې نصیحت عمل هغه څوک کؤلے شی چې زړهٔ کښې ېٔ دَ الله خوف وی ۔ چې دَ الله نه ېٔ ویره نهٔ وی پهٔ هغهٔ نصیحت هېڅ اثر نهٔ کوی ۔ هر مسلمان ته پکار دی چې دَ الله دَ غضب نه وویریږی اؤ دَ داسې ناکاره عادتونو نه توبه وباسی ۔ کهٔ مخکښې ترې پهٔ غلطیٔ داسې څهٔ کار شوے وی چې پهٔ اخلاص توبه وباسی هغه به ورته الله معاف کړی ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ ذَكَرٍ وَّ اُنْثٰی وَ جَعَلْنٰكُمْ شُعُوْبًا وَّ قَبَآىِٕلَ لِتَعَارَفُوْا١ؕ اِنَّ اَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ اَتْقٰىكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ۝۱۳

ترجمه: اے خلقو مونږ تاسو پیدا کړی ییٔ دَ یو نر اؤ یوې ښځې نه اؤ بیا مې جوړې کړې پهٔ تاسو کښې څانګې اؤ قبیلې چې یو بل وپېژنیٔ ، بېشکه دَ الله سره عزّت دَ هغه زیات دے چا کښې چې ادب ډېر وی ، ف۱۹ بېشکه الله پهٔ هر څهٔ عالم دے ښهٔ خبردار، ف۲۰

ف۱۹: اکثر دَ غیبت اؤ پهٔ چا عیب لګؤلو سبب کبر وی چې یو سړے ځان دَ بل نه لوئے ګڼی اؤ بل ورته سپک ښکاری ، هغهٔ ته دا ښودلے شی چې بنیادم پهٔ مال دولت یا نسب نهٔ لوئیږی ۔ لوئے اؤ معتبر هغه دے چې عمل ېٔ ښهٔ وی اؤ ادب پکښې ډېر وی ۔ څومره چې ډېر نیک خویه اؤ پرهیزګار وی دومره به ېٔ دَ الله سره مرتبه وچته وی ، نسب یا رنګ ېٔ هر څنګه چې وی دَ نسب حقیقت خو داسې دے چې ټول بنیادم دَ یو سړی آدمؑ اؤ یوې ښځې حوا بی بی اولاد دے ۔ کهٔ سید دے کهٔ پښتون دے اؤ کهٔ کسب ګر ، دَ نسب آخری سر ېٔ هم دغه یو نیا نیکهٔ دی نو بیا کمے زیاتے پکښې دَ کومې راغلو ۔ دا ټبرے اؤ قبیلې خو صرف دَ پیژندګلیٔ دپاره جوړې شوے دی ۔ بېشکه الله تعالیٰ چې څوک پهٔ یوه وچته کورنۍ اؤ دَ پاکو ، پرهیزګارو اؤ نیکو کسانو پهٔ کور کښې پیدا کړی دی نو دا یو خدائی عزت دے چې بنده ته ېٔ ورکړو ۔ پهٔ دې باندې فخر کؤل یا ځان زیات ګڼل نهٔ دی پکار ۔ البته دَ الله شکر کؤل پکار دی چې پهٔ مفتو کښې ېٔ یوه وچته مرتبه ورکړه اؤ ډېر احسان ېٔ پرې وکړو ۔ دَ دې احسان شکریه ادا کؤلو یوه طریقه دا هم ده چې ځان دَ دې نعمت قابل کړی ۔ نیک عمل اؤ نیک خوی اختیار کړی چې الله ېٔ مرتبه نوره هم زیاته کړی اؤ دا نعمت پهٔ کبر ، غرور اؤ خرابو اخلاقو خراب نهٔ کړی ۔ بهرحال دَ عزت اؤ شرافت اصلی معیار نسب نهٔ دے ، پرهیزګاری اؤ نیک عمل دے ۔ اؤ پرهیزګاره سړے بل ته سپک کله کتې شی اؤ غرور کله کؤلے شی؟

ف۲۰: یعنی پرهیزګاری اصل کښې دَ زړهٔ شے دے اؤ الله خبر دے چې کوم بنده پهٔ ظاهره پرهیزګار ښکاری چې دَ دهٔ پهٔ زړهٔ کښې څهٔ دی اؤ انجام به ېٔ څهٔ وی ځکه چې اعتبار دَ آخرے خاتمې دے ۔

قَالَتِ الْاَعْرَابُ اٰمَنَّا١ؕ قُلْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا وَ لٰكِنْ قُوْلُوْۤا اَسْلَمْنَا وَ لَمَّا یَدْخُلِ الْاِیْمَانُ فِیْ قُلُوْبِكُمْ١ؕ وَ اِنْ تُطِیْعُوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ لَا یَلِتْكُمْ مِّنْ اَعْمَالِكُمْ شَیْـًٔا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۝۱۴

ترجمه: بانډیڅیان وائی مونږ ایمان راؤړو تهٔ ورته ووایه تاسو ایمان نهٔ دے راؤړے خو داسې وواییٔ چې مونږ مسلمانان شو تر اوسه ایمان نهٔ دے ننوتے پهٔ زړونو ستاسو کښې ف۲۱ اؤ کهٔ تاسو تابعداری کویٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول کم به نهٔ کړی ستاسو دَ عملونو نه څهٔ شے بېشکه الله بخښونکے دے مهربانه ۔ ف۲۲

ف۲۱: یعنی ایمان چې دَ چا پهٔ زړهٔ کښې ځائې ونیسی هغه بیا غیبت اؤ عیب جوئی نهٔ شی کؤلے ۔ څوک چې بل ته ضرر رسوی نو پوهه شیٔ چې دې لا پوخ مسلمان نهٔ دے ۔ یو حدیث شریف دے ۔ یَا مَعْشَرَ مَنْ اٰمَنَ بِلِسَانِهٖ وَ لَمْ یُفْضِ الْاِیْمَانُ اِلٰی قَلْبِهٖ لَا تَغْتَابُوا الْمُسْلِمِیْنَ وَلَا تَتَّبِعُوْا عَوْرَاتِهِمْ الخ (ابنِ کثیر ، ص ۲۴) (اے هغه کسانو چې ایمان مو راؤړے دے پهٔ خلهٔ اؤ نهٔ دے ورکوز شوے ایمان ستاسو زړهٔ ته غیبت مهٔ کویٔ دَ مسلمانانو اؤ مهٔ لټویٔ دَ مسلمانانو پټ حالونه)

دَ دې آیت نه پهٔ ایمان اؤ اسلام کښې فرق معلومیږی لکه دَ حدیثِ جبریلؑ پهٔ شان ۔ (علامه عثمانی فرمائی) پهٔ دې مسئله پوره بحث مونږ دَ صحیح مسلم پهٔ شرح کښې کړے دے ، دلته دومره ګنجائش نشته ۔

ف۲۲: یعنی اوس هم کهٔ دَ تابعداریٔ لار اختیار کړیٔ نو دَ تېرو غلطیو پهٔ وجه به ستاسو دَ وسنی عمل ثواب نهٔ کمیږی ، دَ دې ثواب به پوره پوره درکؤلے شی ۔

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ ثُمَّ لَمْ یَرْتَابُوْا وَ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَ۝۱۵

ترجمه: ایماندار هغه کسان دی چې ایمان ېٔ راؤړو پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسول بیا ېٔ شک ونهٔ کړو اؤ جهاد ېٔ وکړو پهٔ مالونو اؤ پهٔ سرونو دَ الله پهٔ لار کښې ، هم دغه خلق دی رښتونی ، ف۲۳

ف۲۳: یعنی دَ پوخ ایماندار علامه دا ده چې پهٔ الله اؤ رسولﷺ ېٔ پوره یقین وی اؤ پهٔ دې لاره کښې دَ سر اؤ مال هرې قربانیٔ ته تیار وی ۔

قُلْ اَتُعَلِّمُوْنَ اللّٰهَ بِدِیْنِكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۱۶

ترجمه: آیا تاسو زبادویٔ پهٔ الله خپله دینداری ، اؤ الله ته معلوم دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی اؤ الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ ف۲۴

ف۲۴: یعنی کهٔ تاسو واقعی ایماندار ییٔ اؤ پهٔ الله مو پوخ یقین وی نو ستاسو دَ وېنا ضرورت نشته الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ (ستاسو ایمان اؤ یقین ورته خپله معلوم دے) ۔

یَمُنُّوْنَ عَلَیْكَ اَنْ اَسْلَمُوْا١ؕ قُلْ لَّا تَمُنُّوْا عَلَیَّ اِسْلَامَكُمْ١ۚ بَلِ اللّٰهُ یَمُنُّ عَلَیْكُمْ اَنْ هَدٰىكُمْ لِلْاِیْمَانِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۱۷

ترجمه: پهٔ تا احسان اړوی چې مسلمانان شو ف۲۵ ته ورته ووایه پهٔ ما احسان مهٔ اړویٔ دَ خپل اسلام ، بلکې الله احسان وکړو پهٔ تاسو چې لار ېٔ درته وښودله دَ ایمان کهٔ رښتیا واییٔ ، ف۲۶

ف۲۵: ځنو خلقو به رسول اللهﷺ ته وې چې ګوره! مونږ خو بې جنګ جدله پهٔ خپله رضا ایمان راؤړے دے ۔ (یعنی زمونږ زیات خیال ساته) پهٔ مخکښې آیت کښې دَ دې ځواب ورکؤلے شی ۔

ف۲۶: یعنی کهٔ واقعی تاسو پهٔ خپله خوښه ایمان راؤړے وی نو پهٔ ما مو څهٔ احسان نشته ۔ دَ الله احسان دے پهٔ تاسو چې دَ ایمان توفیق ېٔ درکړو ۔ شاه صاحبؒ لیکی کهٔ ستاسو دَ لاسه څهٔ نیک کار وشی نو دا ستاسو صفت نهٔ دے ، دَ الله صفت دے چې ستاسو دَ لاسه ېٔ دَ خیر کار وکړو ۔ دَ سورت پهٔ آخر کښې ېٔ مسلمانانو ته وښودل چې کهٔ تاسو دَ قرآن پهٔ نصیحتونو عمل وکړو اؤ نیک کارونه مو وکړل نو پهٔ چا مو احسان نهٔ دے کړے خپله نیکی پهٔ چا زبادویٔ مه ۔ دا دَ الله احسان دے پهٔ تاسو چې دَ نیکیٔ طاقت ېٔ درکړو ۔

اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ اللّٰهُ بَصِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۠۝۱۸

ترجمه: الله تعالیٰ خبر دے دَ آسمانونو اؤ زمکې پهٔ پټو رازونو اؤ الله ښهٔ وینی څهٔ چې تاسو کویٔ ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی دَ زړهٔ پهٔ پټو خبرو اؤ پهٔ څرګندو کارونو ټولو الله ښهٔ خبر دے نو دَ هغهٔ پهٔ مخکښې ډېرې کړتې مهٔ کویٔ ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ قٓ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمْسٌ وَّ اَرْبَعُوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ قاف پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے پهٔ دې کښې پنځهٔ څلویښت (۴۵) آیتونه اؤ درے رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

قٓ١ۚ۫ وَ الْقُرْاٰنِ الْمَجِیْدِۚ۝۱

ترجمه: قاف ۔ قسم دے دَ دې لوی شان والا قرآن ،

بَلْ عَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا شَیْءٌ عَجِیْبٌۚ۝۲

ترجمه: بلکې دوی حیران شو چې راغلو دوی ته یو ویرؤنکے هم دَ دوی (دَ قوم) نه نو ووې کافرانو دا خو یو عجیبه شے دے ،

ءَاِذَا مِتْنَا وَ كُنَّا تُرَابًا١ۚ ذٰلِكَ رَجْعٌۢ بَعِیْدٌ۝۳

ترجمه: آیا کوم وخت چې مونږ مړهٔ شو اؤ خاورې شو نو واپس راتلهٔ خو (څهٔ) ډېر لرې دی ۔ ف۱

ف۱: یعنی چې مونږ مړهٔ شو اؤ خاورو سره خاورې شو نو دې نه پس به دوباره ژوندی کیږو؟ دا خبره خو دَ عقل نه ډېره لرې اؤ ماممکنه ده ۔

قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْاَرْضُ مِنْهُمْ١ۚ وَ عِنْدَنَا كِتٰبٌ حَفِیْظٌ۝۴

ترجمه: مونږ ته معلوم دی چې څومره چې کموی زمکه دَ دوی نه ف۲ اؤ زمونږ سره کتاب دے چې هر څهٔ پکښې محفوظ دی ۔ ف۳

ف۲: یعنی دَ بدن ټول اجزا نهٔ خاروې کیږی ۔ روح امانی اسلامی وی اؤ دَ بدن کوم اجزا چې پهٔ خاورو کښې خوارهٔ وارهٔ شی نو هغه هم ټول الله ته معلوم دی اؤ هغه پهٔ دې قادر دے چې هغه اجزا ټول راجمع کړی اؤ بیا ترېنه یو بدن جوړ کړی اؤ هغه روح پکښې بیا واچوی ۔

ف۳: یعنی دا نهٔ چې اوس راته معلوم شو ، زمونږ علم قدیم دے ۔ څیزونه لا دنیا ته راغلی نهٔ وو چې مونږ ته ېٔ ټول حالات معلوم وو ۔ دا ټول حالات مونږ پهٔ یو کتاب کښې لیکلی یٔښی دی (دَ دغه کتاب نوم لوحِ محفوظ دے) اؤ دغه کتاب زمونږ سره محفوظ پروت دے ۔ نو کهٔ دَ قدیم علم پهٔ مطلب نهٔ پوهېږیٔ نو داسې پرې پوهه شیٔ چې دَ دنیا دَ ټولو څیزونو ټول حالات زمونږ پهٔ دفتر کښې لیکلی پراتهٔ دی ، هر وخت زمونږ پهٔ مخکښې موجود دی ۔ یا دا جمله دَ مخکښې جملې تاکید وګڼیٔ ۔ کوم شے چې چا ته معلوم وی اؤ لیکلې ېٔ وی نو دَ خلقو پهٔ خیال کښې زیات محکم ګڼلی شی چې اوس به پکښې غلطی نهٔ راځی ۔ دا دَ خلقو دَ پوهې دپاره ووئیلی شو چې هر شے الله تعالیٰ ته معلوم دے اؤ دَ هغهٔ سره لیکلے پروت دے چې هېڅ کمے زیاتے پکښې نهٔ شی راتلې ۔

بَلْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِیْۤ اَمْرٍ مَّرِیْجٍ۝۵

ترجمه: نور څهٔ نهٔ دی خو دوی دروغ ګڼی رښتونے دین کوم وخت چې دوی ته راغلو نو دوی نښتی دی پهٔ ورانه مشوړه کښې ۔ ف۴

ف۴: یعنی صرف تعجب نهٔ کوی بلکې دَ رسول اللهﷺ دَ نبوت اؤ دَ قرآن صفا تکذیب کوی اؤ سخت پهٔ شک اؤ تردّد کښې پراتهٔ دی ۔

اَفَلَمْ یَنْظُرُوْۤا اِلَی السَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَیْفَ بَنَیْنٰهَا وَ زَیَّنّٰهَا وَ مَا لَهَا مِنْ فُرُوْجٍ۝۶

ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی آسمان چې دَ دوی دپاسه دے ، څنګه مو جوړ کړو دا آسمان اؤ ښائسته مو کړو اؤ نشته پهٔ دې کښې سوری ۔ ف۵

ف۵: یعنی آسمان ته وګوریٔ نهٔ ېٔ پهٔ ظاهره چرته برجیٔ ښکاری ، نهٔ ستنې اؤ دومره لوئے شے داسې کلک ولاړ دے اؤ دَ شپې چې پکښې دَ ستوریو ډیوې بلې شی نو څومره ښائسته ښکاری بیا دَ مزې خبره خو دا ده چې دومره زرګونه کاله تېر شو نهٔ پکښې چرته سورې وشو ، نه ترې چرته ټوټه بیله شوه اؤ نهٔ ېٔ رنګ خراب شو ، آخر دا څنګه لاسونه دی چې داسې مضبوط شے ېٔ جوړ کړو اؤ دا کوم طاقت دے چې داسې دروند شے ېٔ ټینګ کړے دے اؤ حفاظت ېٔ کوی ۔

وَ الْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَ اَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِیْجٍۙ۝۷

ترجمه: اؤ زمکه مو وغوړؤله اؤ ورباندې مو کښېښو وزن اؤ زرغون مو کړل پکښې هر قسم ښائسته څیزونه ،

تَبْصِرَةً وَّ ذِكْرٰی لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ۝۸

ترجمه: یادؤلو دپاره هغه بنده ته چې رجوع کوی ۔ ف۶

ف۶: څوک چې الله ته رجوع وکړی هغهٔ دپاره دَ زمکې اؤ آسمانونو پهٔ پیداوښت اؤ انتظام چلؤلو کښې ډېرې دَ غور اؤ فکر خبرې دی اؤ حقیقت ته دَ رسېدو لارې دی ۔ خو نهٔ پوهیږو چې دومره څرګندو نخښو نه پس خلق دَ حق دَ تکذیب جرأت څنګه کوی؟

وَ نَزَّلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً مُّبٰرَكًا فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ جَنّٰتٍ وَّ حَبَّ الْحَصِیْدِۙ۝۹

ترجمه: اؤ راکوزې مو کړې دَ آسمان نه برکتی اوبهٔ بیا مو زرغون کړل پهٔ دې باندې باغونه اؤ غلے چې فصل ېٔ پرېکؤلے شی ، ف۷

ف۷: غله هغه ده چې دَ پټی نه دَ بوټی سره پرېکؤلے شی اؤ دَ باغ ونې ولاړې وی مېوه ترېنه پرې کړې شی ۔

وَ النَّخْلَ بٰسِقٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِیْدٌۙ۝۱۰

ترجمه: اؤ کجورې وږدې غنچې (ګنګوچی) ېٔ دی پړق پهٔ پړق ۔ ف۸

ف۸: یعنی ډېرې زیاتې هم وی اؤ جونپکے ېٔ دَ یو بل دپاسه قطار پهٔ قطار پرتې ډېر خوند کوی ۔

رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ١ۙ وَ اَحْیَیْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا١ؕ كَذٰلِكَ الْخُرُوْجُ۝۱۱

ترجمه: دَ بندیانو دَ روزیٔ دپاره اؤ ژوندے مو کړو پهٔ دې اوبو مړ وطن ، هم دغه شان به وی راوتل (دَ قبرونو نه) ف۹

ف۹: یعنی څنګه چې الله تعالیٰ دَ باران پهٔ اوبو مړه زمکه ژوندیٔ کړه ۔ وچ پهٔ خاورو کښې ګډ تخمونه شنهٔ شو ، دَ زمکې نه ېٔ سرونه را پورته کړل نو دغه شان به دَ الله پهٔ حکم دَ قیامت پهٔ ورځ دَ زمکې نه مړهٔ بنیادم هم راپورته شی ۔

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّ اَصْحٰبُ الرَّسِّ وَ ثَمُوْدُۙ۝۱۲

ترجمه: اؤ دروغ وګڼل دَ دې نه مخکښې دَ نوح قوم اؤ دَ کوهی خاوندانو اؤ ثمود ۔

وَ عَادٌ وَّ فِرْعَوْنُ وَ اِخْوَانُ لُوْطٍۙ۝۱۳

ترجمه: اؤ عاد اؤ فرعون اؤ دَ لوط وروڼو ،

وَّ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ وَ قَوْمُ تُبَّعٍ١ؕ كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیْدِ۝۱۴

ترجمه: اؤ دَ ځنګل وسیدونکیو اؤ دَ تُبّع قوم ، ف۱۰ دې ټولو دروغژن وئیلی دی رسولانو ته بیا صحیح ثابت شو زمونږ ویرؤل ۔ ف۱۱

ف۱۰: دَ دې تباه شوو قومونو قصې پهٔ سورتِ حجر ، فرقان ، دخان وغېره کښې تېرې شوے دی ۔

ف۱۱: یعنی نبیانو چې دَ نافرمانیٔ کؤلو دَ کوم خراب انجام نه ویرؤل هغه بدحال ېٔ اوس پهٔ سترګو ولیدو چې صحیح ثابت شو ۔

اَفَعَیِیْنَا بِالْخَلْقِ الْاَوَّلِ١ؕ بَلْ هُمْ فِیْ لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ۠۝۱۵

ترجمه: نو آیا مونږ ستړی شو پهٔ وړومبی پیدا کؤلو ، نه بلکې دَ دوی شک دے پهٔ نوی پیدا کؤلو کښې ۔ ف۱۲

ف۱۲: یعنی پهٔ دوباره ژوندی کېدو کښې دوی هسې بې ځایه شکونه کوی ۔ چا چې دا مخلوق وړومبی ځل پیدا کړے دے هغه ېٔ دوباره هم پیدا کؤلے شی ۔ آیا (نعوذ بالله) دَ دوی دا خیال دے چې الله دَ مخلوق پهٔ وړومبی ځل پیدا کؤلو ستړے شوے دے اؤ بیا ېٔ نهٔ شی پیدا کؤلے ۔ دَ هغه قادرِ مطلق باره کښې داسې ګومانونه کؤل سخت جهالت اؤ حماقت دے ۔ الله تعالیٰ ېٔ نهٔ پهٔ وړومبی پیدا کؤلو ستړے شوے دے اؤ نهٔ ېٔ ورته دوباره پیدا کؤل څهٔ ګران دی ۔

وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَ نَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ١ۖۚ وَ نَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ۝۱۶

ترجمه: اؤ بېشکه مونږ پیدا کړو بنیادم اؤ مونږ ته معلومې دی څهٔ خبرې چې راځی دَ دهٔ پهٔ زړهٔ کښې ف۱۳ اؤ مونږ دهٔ ته نژدے یو دَ مرۍ دَ شه رګ نهٔ ف۱۴

ف۱۳: یعنی مونږ دَ بنیادم پهٔ هر کار خبر یو تر دې چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ کوم خیال تېر شی هغه هم مونږ ته معلوم دے ۔

ف۱۴: حَبْلِ الْوَرِیْدِ هغه شه رګ دے چې کهٔ پرې کړې شی نو بنده مړ کیږی ۔ کنایه ده دَ روح نه یعنی مونږ دَ علم پهٔ اعتبار بنیادم ته دَ خپل روح نه هم نژدے یُو ۔ یعنی بنیادم چې پهٔ خپله دَ خپلو حالاتو نه څومره خبر دے ۔ مونږ ترې دَ هغې نه زیات خبر یُو ۔

اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَ عَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ۝۱۷

ترجمه: کوم وخت چې اخلی دوه اخستونکی ښی طرف ته ناست اؤ ګس طرف ته ناست ۔ ف۱۵

ف۱۵: دَ الله پهٔ حکم دَ بنیادم سره دوه فرښتې هر وخت موجودې وی اؤ پهٔ دې انتظار وی چې بنیادم دَ خلې نه څهٔ وباسی اؤ څهٔ کار کوی هغه هر څهٔ لیکی ۔ دَ نیکیٔ لیکونکے فرښته ښی طرف ته لاس ته ناسته وی اؤ دَ بدیٔ لیکونکے فرښته ګس لاس ته ۔ (دغه عملنامه بیا دَ قیامت پهٔ ورځ بنیادم ته ورکؤلے شی اؤ دَ دغې موافق هر بنده ته جزا یا سزا ورکېدے شی) ۔

مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ۝۱۸

ترجمه: نهٔ کوی هېڅ داسې خبره چې نهٔ وی ناست ورسره یو انتظار کؤنکے تیار ۔ ف۱۶

ف۱۶: یعنی لیکلو ته تیارې ناستې وی ۔

تنبیه: دا فرښتې دَ خبرو نه علاوه نور څهٔ څهٔ لیکی دَ دې تفصیل پهٔ احادیثو کښې موجود دے ۔

وَ جَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ١ؕ ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ۝۱۹

ترجمه: اؤ دغه ده راغله دَ مرګ بې هوشی پهٔ حقه ف۱۷ دا هغه شے دے چې تهٔ به ترې تښتېدے ۔ ف۱۸

ف۱۷: یعنی دلته مثل تیار شو اؤ دلته دَ مرګ وخت راغلو اؤ دَ ځنکدن سختې شروع شوې ۔ پهٔ دې وخت کښې مرګونی ته هغه ټولې رښتونې خبرې څرګندې شی دَ کومو چې پېغمبرانو خبر ورکړے دے ۔ دَ مرګونی دَ نیک بختیٔ اؤ بدبختیٔ پرده لرې شی خپل انجام ورته صفا ښکاره شی ، داسې ولې کیږی؟ دې کښې دَ الله تعالیٰ ډېر حکمتونه دی ۔

ف۱۸: یعنی بنیادم دَ مرګ نه ځان بچ کؤلو ډېر کوشش وکړو ، ډېرې منډې ېٔ ووهلې خو آخر راګېر شو ۔ چل ول اؤ زور طاقت ېٔ هېڅ کار ونهٔ کړو ۔

وَ نُفِخَ فِی الصُّوْرِ١ؕ ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ۝۲۰

ترجمه: اؤ پوک وهلې شوه شپېلۍ دغه ده ورځ دَ ویرؤلو ۔ ف۱۹

ف۱۹: وړوکے قیامت خو درباندې دَ مرګ پهٔ وخت راغلے وهٔ ، لوئے قیامت دا دے حاضر دے ۔ دا دې شپېلۍ ووهلې شوه اؤ هغه هیبت ناکه ورځ راغله دَ کومې نه چې پېغمبرانو ویرؤلی ویٔ ۔

وَ جَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّ شَهِیْدٌ۝۲۱

ترجمه: اؤ راغلو هر یو نفس چې ورسره یو شړونکے اؤ یو حال ښودونکے دے ۔ ف۲۰

ف۲۰: یعنی دَ محشر میدان ته به پهٔ دې حال راوستے شی چې یوه فرښته به ېٔ مخکښې دیکی اؤ بلې به ورسره دَ عملنامې دفتر راخستې وی شاید چې دا دواړه هم هغه لیکونکی فرښتې وی اؤ کېدے شی چې نورې وی ۔

لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ۝۲۲

ترجمه: تهٔ بې خبره وې دَ دې ورځې نه اوس مونږ پرانسته ستا پرده نو ستا نظر نن ښهٔ تېز دے ۔ ف۲۱

ف۲۱: یعنی پهٔ هغه وخت به ورته ووئیلی شی چې دَ دنیا پهٔ عیش مست ویٔ اؤ دا وخت مو هېر کړے وهٔ ۔ پهٔ هغه وخت مو پهٔ سترګو دَ عیش پردې وې ۔ پېغمبرانو چې درته لار ښودله نو نهٔ مو لیده ، اوس مو دَ سترګو نه پردې لرې شوې نظر مو ښهٔ تېز دے ۔ اوس ورته ښهٔ وګوریٔ چې دَ پېغمبرانو خبرې صحیح وې کهٔ نه ۔

وَ قَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌؕ۝۲۳

ترجمه: اؤ ورسره ملګرے فرښتې ووې دا دی څهٔ چې زما سره وو حاضر دی ۔ ف۲۲

ف۲۲: یعنی فرښته به ېٔ عملنامه راؤړی اؤ ځنو عالمانو دلته دَ قرین نه مراد شیطان اخستې دے کوم چې ګمراهانو سره ملګرے وی ۔ شیطان به ووائی دا دې هغه مجرم حاضر دے چې ما ګمراه کړے وهٔ دوزخ ته مې تیار کړے وهٔ ۔ یعنی ما خو ورته غلطه لار ښودله خو داسې زور مې پرې نهٔ وهٔ چې خامخا مې پهٔ غلطه روان کړے وهٔ ۔ روان شوے پرې دې پهٔ خپله دے ۔

اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍۙ۝۲۴

ترجمه: (حکم به وشی) ور واچویٔ تاسو دواړه پهٔ دوزخ کښې هر یو ناشکره ،

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِۙ۝۲۵

ترجمه: مخالف دَ نیکیٔ نه منع کؤنکے ۔ ف۲۳ دَ حد نه وتونکے ، پهٔ شک کښې اچؤنکے ۔

ف۲۳: دَ الله دَ طرف نه به دوؤ فرښتو ته حکم وشی چې داسې خلق دوزخ ته وغورزویٔ ۔

اِ۟لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ۝۲۶

ترجمه: چا چې جوړ کړل دَ الله سره نور معبودان نو ور واېٔ چویٔ پهٔ سخت عذاب کښې ۔ ف۲۴

ف۲۴: یعنی داسې خلق دَ دوزخ دَ سخت عذاب لائق دی ۔

قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَ لٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۭ بَعِیْدٍ۝۲۷

ترجمه: ووې دَ هغهٔ ملګری شیطان ، اے ربه زما ، دې ما نهٔ دے ګمراه کړے بلکې دې وهٔ (خپله) پهٔ ګمراهیٔ کښې ډېر لرې وتې ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی زما ورباندې څهٔ زور نهٔ وهٔ ۔ ما خو ورته هسې ګمراهیٔ ته اشاره قدرې ورکړه نو دا کم بخت پهٔ خپله ورباندې روان شو اؤ دَ سمې لارې نه ډېر لرې وتهٔ ۔ شیطان به پهٔ دې طریقه خپل جرم کمؤل غواړی ۔

قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَ قَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ۝۲۸

ترجمه: (الله) ورته ورفرمائیل جګړه مهٔ کویٔ زما مخکښې اؤ ما مخکښې ویرؤلی ویٔ دَ عذاب نه ۔ ف۲۶

ف۲۶: یعنی اوس زما مخکښې بې فائدې شور مهٔ کویٔ ۔ پهٔ دنیا کښې مې درته (دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ) ښهٔ اؤ بد ښهٔ واضح کړی وو ۔ اوس به هر یو دَ خپل جرم پوره پوره سزا خوری ۔ اؤ چا چې خطا کړی دی (شیطان) هغه هم دَ سزا نه خلاصېدے نهٔ شی ۔

مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَ مَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ۠۝۲۹

ترجمه: نهٔ بدلیږی خبره زما سره اؤ زهٔ ظلم نهٔ کؤم پهٔ بندیانو ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی زما سره ظلم نشته ۔ څهٔ فیصله چې کیږی پوره پهٔ انصاف اؤ عدل کیږی اؤ زما خبره نهٔ بدلیږی ۔ یعنی کافر ته معافی نشته ۔ نو بیا دَ ټولو نه غټ کافر (شیطان) به څنګه معاف کړې شی ۔

یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَ تَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ۝۳۰

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به مونږ ووایو دوزخ ته آیا تهٔ ډک شوې ، هغه به ووائی آیا نور څهٔ شته؟ ف۲۸

ف۲۸: یعنی دَ دوزخ لړمون به پهٔ دومره کافرانو ډک نهٔ شی اؤ چغې به وهی چې نور کافران چرته شته چې را ېٔ کاږم ۔

وَ اُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ۝۳۱

ترجمه: اؤ نژدے به کړې شی جنّت پرهیزګارو ته لرې نهٔ دے ۔ ف۲۹

ف۲۹: یعنی جنّت به دَ نیکانو نه لرې نهٔ وی ورسره به نژدے وی اؤ دَ میدانِ حشر نه به دَ هغې تازه والې اؤ ښائست ورته ښکاری ۔

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍۚ۝۳۲

ترجمه: دغه دے دَ کوم چې وعده شوے وه تاسو سره دَ هر رجوع کؤنکی یاد لرونکی دپاره ،

مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَ جَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِۙ۝۳۳

ترجمه: څوک چې وویرېدو دَ رحمان (الله) نه پهٔ نالیدو اؤ را ېٔ وړو رجوع کؤنکے زړهٔ ،

اِ۟دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ١ؕ ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ۝۳۴

ترجمه: ننوځیٔ دې جنّت ته پهٔ آرام سره ، ف۳۰ دغه ورځ ده دَ همېشه وسېدو ، ف۳۱

ف۳۰: یعنی چا چې پهٔ دنیا کښې الله یاد کړو اؤ دَ ګناهونو نه ېٔ ځان بچ کړو اؤ پهٔ نالیدو دَ الله دَ قهر اؤ غضب نه وویرېدل اؤ پاک و صاف رجوع کؤنکی زړهٔ سره دَ هغهٔ دربار کښې حاضر شو نو دَ جنّت وعده دَ داسې خلقو سره شوے ده اوس دغه ېٔ وخت دے چې ورننوځی فرښتې ورته سلام وکړی اؤ دَ خپل رب سلام ور ورسوی ۔

ف۳۱: حضرت شاه صاحبؒ لیکی پهٔ دې ورځ چې چا ته څهٔ ورکړی شو هغه به همېشه وی دَ دې نه مخکښې دَ هېڅ څیز دوام نهٔ وهٔ ۔

لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَ لَدَیْنَا مَزِیْدٌ۝۳۵

ترجمه: دوی دپاره دی پهٔ دې کښې څهٔ چې غواړی اؤ زمونږه سره دې نه هم زیات دی ۔ ف۳۲

ف۳۲: یعنی څهٔ چې غواړی هغه به ورکؤلے شی اؤ دَ هغهٔ نه زیاتی به نور هم داسې ډېر نعمتونه ورکړې شی کوم چې به دَ هغوی پهٔ خیال کښې هم نهٔ وی ۔ لکه دَ الله دیدار ، بې اندازه خوشحالی ۔ اؤ ممکنه ده چې دَ ”لَدَیْنَا مَزِیْد“ دا مطلب وی چې دوی چې څهٔ غواړی هغه خو ورکؤلے شی لېکن زمونږ سره نور نعمتونه هم ډېر دی دَ هېڅ څیز کمے نشته ۔

وَ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ١ؕ هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ۝۳۶

ترجمه: اؤ څومره قومونه مونږ تباه کړی دی دَ دوی نه مخکښې چې هغوی ډېر زیات وو دَ دوی نه پهٔ طاقت کښې نو بیا ېٔ تلاش کؤلو پهٔ ښارونو کښې ، آیا شته چرته دَ تېښتې ځائې ۔ ف۳۳

ف۳۳: اول دَ کفارو دَ آخرت عذاب بیان شو بیا ېٔ پهٔ مقابله کښې دَ جنّتیانو نعمتونه بیان شو ۔ اوس بیا دَ کافرانو دَ عذاب ذکر دے ۔ یعنی دَ آخرت نه وړومبے پهٔ دنیا کښې مونږ څومره ډېر نافرمانه قومونه تباه کړی دی چې هغه پهٔ زور طاقت کښې دَ دې کافرو نه ډېر زیات وو ۔ پهٔ ټولو ملکونو ګرځېدلی وو ټوله دنیا ورته ښهٔ معلومه وه خو چې دَ الله عذاب پرې راغلو نو بیا ېٔ چرته دَ سر پناه کؤلو ځائې نه موندو دَ تېښتې درک ورته نهٔ لګېدو ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې لوی لوی کلی ېٔ آباد کړی وو خو چې عذاب پرې راغلو نو بیا ېٔ پهٔ دې ټولو کلیو کښې چرته دَ پټېدو ځائې نهٔ موندو ۔

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَ هُوَ شَهِیْدٌ۝۳۷

ترجمه: بېشکه پهٔ دې کښې دَ سوچ مقام دے هغه چا ته چې زړهٔ لری یا ورته ونیسی غوږ دَ زړهٔ نه ۔ ف۳۴

ف۳۴: یعنی پهٔ دې واقعاتو کښې دَ غور کؤلو نه فائده هغه کسان اخستے شی دَ چا پهٔ سینه کښې چې پوهېدونکے زړهٔ وی اؤ څوک چې خپله عقل لری پهٔ خبره پوهیږی یا دَ بل خبرې ته فکر کوی اؤ ځان پوهه کوی ۔ دا هم دَ پوهې یوه درجه ده چې کهٔ بنده خپله نهٔ پوهیږی نو دَ بل نه زده کړی اؤ څوک چې خپل عقل هم نهٔ لری اؤ دَ بل هم نهٔ اوری نو هغه ډېر بدبخته وی ۔

وَ لَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ١ۖۗ وَّ مَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ۝۳۸

ترجمه: اؤ مونږ جوړ کړل آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې دَ دوی ترمینځه دی پهٔ شپږ ورځې کښې ف۳۵ اؤ مونږ نهٔ یو ستړی شوی ۔ ف۳۶

ف۳۵: دَ دې تفسیر مخکښې ډېر ځله تېر شوے دے ۔

ف۳۶: یعنی چې الله تعالیٰ پهٔ وړومبی ځل پیدا کؤلو نهٔ دے ستړې شوے نو پهٔ دوباره کؤلو به ېٔ ولې ستړې کیږی اؤ دَ څیز ورانؤل خو دَ جوړؤلو نه آسان دی ۔

فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ الْغُرُوْبِۚ۝۳۹

ترجمه: نو تهٔ صبر کوه څهٔ چې دوی وائی اؤ تسبیح وایه دَ خوبو دَ خپل رب ف۳۷ وړومبے دَ نمر راختو نه اؤ وړومبے دَ نمر پرېوتو نه ،

ف۳۷: یعنی دا جاهلان چې پهٔ دومره صفا خبره هم نهٔ پوهیږی نو تهٔ پهٔ دې خفګان مهٔ کوه ۔ صبر کوه اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه دَ خپل رب عبادت کوه چا چې دا زمکه ، آسمانونه اؤ تمام مخلوق پیدا کړے دے اؤ تباه کؤلے ېٔ هم شی ۔

وَ مِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَ اَدْبَارَ السُّجُوْدِ۝۴۰

ترجمه: اؤ پهٔ شپه کښې دَ هغهٔ پاکی وایه ف۳۸ اؤ دَ سجدې نه پس ۔ ف۳۹

ف۳۸: یعنی دا دَ عبادت وختونه دی ۔ پهٔ دې کښې دعا اؤ عبادت ډېر قبلیږی اؤ پهٔ ځنو احادیثو کښې راځی چې دَ اسلام پهٔ اولو ورځو کښې صرف درے نمونځونه فرض وو ، سحر ، نمازدیګر اؤ تهجد ۔ بهرحال اوس هم دَ دې وختونو خاص فضیلت شته ۔ پهٔ دې وخت کښې ذکر ، دعا اؤ عبادت ډېر پکار دی ۔ ”عَلَیْکُمْ بِالْغُدْوَةِ وَالرَّوْحَةِ وَ شَیْءٍ مِّنَ الدُّلْجَةِ ۔“ ځنو عالمانو وئیلی دی دَ ”قَبْلَ طُلُوْعِ“ نه دَ سحر نمونځ مراد دے ۔ دَ ”قَبْلَ الْغُرُوْبِۚ “ نه دَ نمازپښین اؤ نمازدیګر اؤ دَ ”مِنَ الَّیْلِ “ نه دَ نماښام اؤ نمازخفتن ۔ دغه شان پکښې پنځهٔ واړه فرض نمونځونه راغلل ۔

ف۳۹: یعنی دَ فرض نمانځهٔ نه پس څهٔ ذکر پکار دے یا نفلی نمونځونه ۔

وَ اسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍۙ۝۴۱

ترجمه: اؤ غوږ کېږده پهٔ کومه ورځ چې آواز وکړی یو آواز کؤنکے دَ نژدے ځائې نه ف۴۰

ف۴۰: وائی چې دَ قیامت شپېلۍ به دَ بیت المقدس دَ مبارک کاڼی (صخره) نه وهلی شی ۔ ځکه ېٔ ورته نژدے (من قریب) ووې ۔ یا دا چې دَ هغې آواز به هر ځائې کښې اورېدے شی لکه چې چرته نژدے وی ۔ اؤ کېدے شی چې دَ شپېلۍ دَ آواز نه علاوه پهٔ دغه ورځ دَ الله دَ طرف نه څهٔ نور آوازونه هم کیږی۔ خو اکثرو عالمانو ترېنه هم دغه دَ اسرافیلؑ دَ شپېلۍ آواز اخستې دے ۔

یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ١ؕ ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ۝۴۲

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې دوی واؤری یو ناترسه کریکه یقینی ، هم دغه ده ورځ دَ راوتو ۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی پهٔ دویٔم ځل چې شپېلۍ ووهلې شی نو وړومبی وروستی ټول مړی به دَ قبرونو نه راپورته شی ۔

اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَ نُمِیْتُ وَ اِلَیْنَا الْمَصِیْرُۙ۝۴۳

ترجمه: مونږ ژوندی کوؤ اؤ مونږ مړهٔ کوؤ اؤ هم مونږ ته به ټول راګرځی ۔ ف۴۲

ف۴۲: یعنی مرګ اؤ ژوند ټول دَ الله پهٔ لاس کښې دے اؤ آخر به ټول هم دَ هغهٔ دربار ته حاضرېږیٔ خلاصې ترې نشته ۔

یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا١ؕ ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ۝۴۴

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به وشلیږی زمکه اؤ ټول به ترې را ووځی پهٔ منډه دا راجمع کؤل مونږ ته آسان دی ۔ ف۴۳

ف۴۳: یعنی زمکه به وشلیږی اؤ مړی به را پورته شی ، دَ حشر میدان کښې راغونډېدو ته به پهٔ منډه روان وی نو الله تعالیٰ به ټول مخلوق یو ځائې ته راجمع کړی اؤ دا کار الله تعالیٰ ته ډېر آسان دے ۔

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَ مَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ١۫ فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ۠۝۴۵

ترجمه: مونږ ښهٔ خبر یو څهٔ چې دوی وائی اؤ تهٔ نهٔ ئ پهٔ دوی باندې زور کؤنکے نو تهٔ پوه کړه دَ قرآن پهٔ ذریعه هغه څوک چې ویریږی زما پهٔ ویرؤلو ۔ ف۴۴

ف۴۴: یعنی څوک چې دَ حشر (دوباره ژوند) نه منکر دی اؤ ګډې وډې خبرې کوی ۔ لګیا دې وی تهٔ ېٔ څهٔ غم مهٔ کوه ، الله ته ېٔ وسپاره هغهٔ ته هر څهٔ معلوم دی ، پوره پوره بدله به ېٔ ورکوی ۔ ستا کار دا نهٔ دے چې پهٔ زور څوک اسلام ته را واړوې ۔ ستا کار خو نصیحت کؤل اؤ خلقو ته قرآن رسؤل دی ۔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ الله ویره وی هغه به پرې عمل وکړی اؤ کهٔ څوک ېٔ نهٔ منی نو تهٔ پرې هسې ځان مهٔ خفه کوه دَ هغوی کار الله ته وسپاره ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الذّٰرِیٰتِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ سِتُّوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورت الذاریات مکّی دے پهٔ دې کښې شپېتهٔ (۶۰) آیتونه اؤ درے رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

وَ الذّٰرِیٰتِ ذَرْوًاۙ۝۱

ترجمه: قسم دے پهٔ هغه بادونو چې خوارهٔ وارهٔ کؤنکی دی پهٔ الوځؤلو ،

فَالْحٰمِلٰتِ وِقْرًاۙ۝۲

ترجمه: بیا وچتوؤنکی دی دَ وزن ،

فَالْجٰرِیٰتِ یُسْرًاۙ۝۳

ترجمه: بیا چلېدونکی دی پهٔ نرمیٔ ،

فَالْمُقَسِّمٰتِ اَمْرًاۙ۝۴

ترجمه: بیا ویشتونکی دی پهٔ حکم ۔ ف۱

ف۱: اول تیز بادونه وچلیږی ، ګرد و غبار پورته کړی ، وریځ ترېنه جوړه شی اؤ دَ اوبو نه ډکې شی ، درنې شی ۔ بیا دَ باران نه لږ مخکښې پستې اؤ یخې هواګانې راشی اؤ دَ الله پهٔ حکم ځائې پهٔ ځائې دَ چا پهٔ قسمت چې څومره باران وی هغه وروی اؤ پهٔ هر چا خپله برخه روزی وویشی ۔ الله تعالیٰ پهٔ دغه هواګانو قسم خوری ۔ ځنو عالمانو دَ ”ذاریات“ نه هواګانې ، ”حاملات“ نه وریځې ، دَ ”جاریات“ نه ستوری اؤ دَ ”مقسمات“ نه فرښتې مراد اخستې دی۔ اؤ دَ حضرت علیؓ نه روایت دے ۔ دَ ”ذاریات“ نه هواګانې ، ”حاملات“ نه وریځې ، ”جاریات“ نه کشتۍ اؤ ”مقسمات“ نه فرښتې مراد دی چې دَ الله پهٔ حکم پهٔ خلقو رزق ویشی ۔

اِنَّمَا تُوْعَدُوْنَ لَصَادِقٌۙ۝۵

ترجمه: بېشکه کومه وعده چې ېٔ تاسو سره کړے ده نو هغه رښتیا ده ،

وَّ اِنَّ الدِّیْنَ لَوَاقِعٌؕ۝۶

ترجمه: اؤ بېشکه انصاف کېدل ضروری دی ۔ ف۲

ف۲: یعنی دَ هواګانو اؤ باران دا نظام پهٔ دې ګواه دے چې دَ آخرت وعده اؤ دَ انصاف ورځ رښتونے ده اؤ یقینی راتلونکے ده ۔ هر کله چې پهٔ دنیا کښې دَ هوا چلېدل اؤ دَ وریځو راتلل بې مقصده نهٔ دی نو دَ دنیا دا دومره لویه کارخانه به څنګه بې مقصده روانه وی ۔ یوه ورځ به دَ دې څهٔ آخری نتیجه ضرور څرګندیږی اؤ هم دغې ته آخرت وئیلی شی ۔

وَ السَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِۙ۝۷

ترجمه: قسم دے دَ آسمان جال دار ۔ ف۳

ف۳: یعنی دَ هغه صفا ستره ښکلی آسمان قسم دے پهٔ کوم کښې چې دَ ستوریو جال خور دے اؤ دَ فرښتو دَ تلو راتلو لارې پکښې جوړې دی ۔

اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍۙ۝۸

ترجمه: تاسو پراتهٔ ییٔ دَ جګړې پهٔ خبره کښې ،

یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَؕ۝۹

ترجمه: واپس کیږی دَ دې (قرآن) نه هغه څوک چې واپس کړی شوی دی ۔ (دَ هدایت نه) ف۴

ف۴: یعنی دَ قیامت اؤ آخرت پهٔ خبره کښې تاسو هسې بې ځایه شکونه کویٔ۔ پهٔ دې خو صرف هغه کسان یقین کؤلے شی دَ چا چې دَ الله سره څهٔ تعلق وی اؤ څوک چې دَ الله دَ دربار نه شړلی شوی اؤ رټلی شوی دی هغوی دا خبره هېچرې نهٔ شی منلې ګنی یواځې دَ آسمان پهٔ جوړښت اؤ دَ دنیا پهٔ نظام کهٔ غور وشی نو دغه خبره هم دَ آخرت منلو دپاره کافی ده ۔

قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَۙ۝۱۰

ترجمه: مړهٔ دې شی اټکل زغلوؤنکی ، ف۵

ف۵: یعنی دَ دین پهٔ خبرو کښې خپل ګومانونه زغلوی اؤ پهٔ خپل باطل ګومان دَ دین یقینی خبرې رد کوی ۔

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَۙ۝۱۱

ترجمه: هغه چې پهٔ غفلت کښې دی هیروؤنکی ۔ ف۶

ف۶: یعنی دَ دنیا مزو دَ آخرت نه اؤ خپل مالک نه غافل کړی دی ۔

یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِؕ۝۱۲

ترجمه: پښتنې کوی چې کله به وی دَ انصاف ورځ ۔ ف۷

ف۷: یعنی دَ خندا اؤ مسخرو دپاره پوښتنې کوی چې ښه صاحبه نو هغه دَ انصاف ورځ به کله راځی ، آخر دومره وروستو ولې شوه؟

یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ۝۱۳

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به دوی پهٔ اور کښې غورزؤلے شی ،

ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ١ؕ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ۝۱۴

ترجمه: وڅکیٔ دَ خپل شرارت خوند، دغه دے چې تاسو پهٔ تادیٔ غوښتو ۔ ف۸

ف۸: دا ورته الله تعالیٰ دَ طرف نه ځواب شو چې لږ صبر وکړیٔ هغه ورځ بس دا ده راتلونکے ده چې پهٔ اور کښې به اړؤلے راړؤلے شیٔ اؤ درته به وئیلی شی چې اوس دَ خپلو مسخرو خوند وڅکیٔ ۔ دَ کومې ورځې دپاره چې مو تلوار (تادی) جوړه کړے وه هغه دا ده ۔

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍۙ۝۱۵

ترجمه: بېشکه پرهیزګار پهٔ باغونو اؤ چینو کښې دی ،

اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَؕ۝۱۶

ترجمه: اخلی څهٔ چې ورکړی دی خپل رب ف۹ دوی وو وړومبے دَ دې نه نیکی کؤنکی ۔ ف۱۰

ف۹: یعنی کوم نعمتونه چې الله تعالیٰ ورکړی دی هغه به پهٔ خندا خوشحالیٔ واخلی اؤ مطمئن به شی ۔

ف۱۰: یعنی دَ دنیا نه ېٔ دَ نیکیو پنډ راؤړے وهٔ ، نن ېٔ مېوه خوری ۔ مخکښې بیا دَ هغه نیکیو لږ تفصیل دے ۔

كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ۝۱۷

ترجمه: اؤ دَ شپې به ډېر لږ ودهٔ کېدل ،

وَ بِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ۝۱۸

ترجمه: اؤ دَ سحر پهٔ وخت کښې به ېٔ معافی غوښته ۔ ف۱۱

ف۱۱: یعنی ټوله شپه پهٔ عبادت تېره کړی اؤ دَ سحر پهٔ وخت کښې چې شپه پهٔ ختمېدو وی دَ خپل رب نه دَ ګناهونو اؤ خپلو کمزوریو معافی غواړی چې اے الله دَ عبادت پوره حق مو ادا نهٔ کړې شو کمے راته معاف کړه ۔ داسې کسان پهٔ خپل ډېر عبادت غاوره کیږی نه بلکې څومره چې عبادت ډېر کوی دومره ېٔ دَ خپلې کمزوریٔ احساس اؤ دَ الله خوف زیاتیږی ۔

وَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَ الْمَحْرُوْمِ۝۱۹

ترجمه: اؤ دَ دوی پهٔ مالونو کښې برخه وه دَ غوښتونکی اؤ دَ بې اسرې ۔ ف۱۲

ف۱۲: یعنی هغه کسان چې محتاج دی خو سوال نهٔ کوی ۔ مطلب دا چې دَ زکوٰة نه علاوه زیاتی هم پهٔ خپله خوښه دَ غریبانو اؤ محتاجو سره امداد کوی ۔ ګویا پهٔ خپل مال کښې ېٔ دَ غریبانو دپاره یوه حصه پهٔ ځان مقرر کړے ده ۔

وَ فِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَۙ۝۲۰

ترجمه: اؤ پهٔ زمکه کښې نخښې دی دَ یقین کؤنکیو دپاره ،

وَ فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ١ؕ اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ۝۲۱

ترجمه: اؤ خپله ستاسو پهٔ ځانونو کښې نو آیا تاسو ته نهٔ ښکاری ۔ ف۱۳

ف۱۳: یعنی دا دَ شپې شوګیرې اؤ تسبیح اؤ استغفار پهٔ دې یقین باندې کوی چې الله موجود دے اؤ دَ هغهٔ سره دَ چا نیکی نهٔ بربادیږی اؤ دا یقین هغه دے چې پهٔ آفاقی اؤ انفسی علاماتو کښې غور کؤلو نه پس پهٔ آسانه حاصلېدے شی ۔ بنیادم کهٔ دَ خپل ځان پهٔ حالاتو یا دَ دنیا دَ نورو څیزونو پهٔ حالاتو غور وکړی نو ډېر ژر به ېٔ دا یقین راشی چې دَ هرې نیکیٔ اؤ بدیٔ به یوه ورځ ضرور بدله ورکؤلے شی ۔

وَ فِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَ مَا تُوْعَدُوْنَ۝۲۲

ترجمه: اؤ پهٔ آسمان کښې ده روزی ستاسو اؤ څهٔ چې تاسو سره وعده شوے ده ۔ ف۱۴

ف۱۴: یعنی پهٔ سوالګرو اؤ محتاجو باندې خرچ کؤلو سره دا فکر مهٔ کویٔ چې ستاسو پهٔ روزیٔ کښې به څهٔ کمے راشی ۔ اؤ مهٔ دَ ورکړې نه پس پهٔ غریبانو احسان زبادویٔ چې مونږ درسره دا ښېګړه وکړه ۔ ځکه چې ستاسو ټولو روزی اؤ دَ خیرات اجر اؤ ثواب دَ آسمانونو دَ مالک پهٔ لاس کښې دے ۔ هغهٔ چې له تاسو سره دَ روزیٔ اؤ اجر کومه وعده کړے ده هغه به ضرور در رسی هېڅوک ېٔ منع کؤلے نهٔ شی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی مخکښې چې واقعات پیښیږی دَ هغې حکم دَ آسمان نه راکوزیږی ۔

فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ۠۝۲۳

ترجمه: نو قسم دے پهٔ رب دَ آسمانونو اؤ زمکې چې دا خبره داسې یقینی ده لکه تاسو چې خبرې کویٔ ، ف۱۵

ف۱۵: یعنی څنګه چې تاسو خبرې کویٔ اؤ پهٔ خپلو خبرو کښې مو څهٔ شک شبهه نشته ۔ هم دغه شان پهٔ دې خبره کښې څهٔ شک نشته چې تاسو ته به خپله مقرره روزی در رسی آخر به قیامت راځی اؤ دَ الله ټولې وعدې به پوره کیږی ۔ مخکښې دَ وَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلّسَآئِلِ وَالْمَحْرُوْمِ پهٔ مناسبت دَ ابراهیمؑ دَ مېلمه دوستیٔ یوه قصه بیانیږی کومه چې دَ لوطؑ دَ قصې تمهید دے ۔ دَ دواړو قصو نه به دا هم معلومه شی چې دَ نیکانو سره پهٔ دنیا کښې الله تعالیٰ څنګه معامله کوی اؤ دَ منکرانو سره څنګه ۔

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَۘ۝۲۴

ترجمه: آیا تا ته رسېدلے ده خبره دَ ابراهیم دَ عزتمندو مېلمنو ۔ ف۱۶

ف۱۶: یعنی فرښتې وې ۔ دَ ابراهیمؑ دا خیال وهٔ چې څوک مسافر دی نو هغهٔ ېٔ ډېر قدر عزت وکړو ۔ اؤ دَ الله سره خو فرښتې دی قدرمنې ۔

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا١ؕ قَالَ سَلٰمٌ١ۚ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَۚ۝۲۵

ترجمه: کوم وخت چې دننه ورسېدل هغهٔ ته نو وېٔ وې سلام دے ، هغهٔ ورته هم ووې سلام دے ۔

فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍۙ۝۲۶

ترجمه: دا کسان دی ناشنا ، ف۱۷ بیا پهٔ منډه لاړو کور ته نو را ېٔ وړو غوړو کښې تلېدلې سخے ،

ف۱۷: یعنی دَ سلام ځواب ېٔ پهٔ سلام ورکړو اؤ پهٔ زړهٔ کښې یا خپلو کښې ېٔ ووې چې ناشنا غوندې مېلمانهٔ دی نابلده ښکاری ۔

فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ٘۝۲۷

ترجمه: نو هغوی ته ېٔ نژدے کړو ورته ېٔ ووې آیا تاسو نهٔ خوریٔ؟ ف۱۸

ف۱۸: یعنی ډېر پهٔ اهتمام سره ېٔ ورته دَ میلمستیا انتظام شروع کړو اؤ چې دَ سخی سره کړے غوښه ېٔ ورته مخکښې کښېښوه نو هغه خو فرښتې وې خوراک ېٔ نهٔ کؤلو ۔ ابراهیمؑ ترېنه ډېر پهٔ عزت اؤ احترام تپوس وکړو چې خوراک ولې نهٔ خوریٔ؟

فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً١ؕ قَالُوْا لَا تَخَفْ١ؕ وَ بَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ۝۲۸

ترجمه: بیا ېٔ پهٔ زړهٔ کښې راغله دَ دوی نه ویره ، هغوی ورته ووېٔ ”مهٔ ویرېږه“ اؤ خوشخبری ېٔ ورکړه دَ یو هوښیار هلک ۔ ف۱۹

ف۱۹: دا قصه پهٔ سورتِ هود اؤ حجر کښې پهٔ تفصیل سره تېره شوے ده ۔

فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَ قَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ۝۲۹

ترجمه: بیا را مخامخ شوه دَ هغهٔ ښځه تندی ته ېٔ ټس ورکړو وې چې (وئی) بوډۍ شنډه ۔ (به دَ بچی مور شی) ف۲۰

ف۲۰: حضرت ساره رضی الله عنها دَ حضرت ابراهیم علیه السّلام بی بی یو طرف ته ولاړه وه چې دَ هلک زېرے ېٔ واؤرېدو نو پهٔ چغو شوه بل طرف ته لاړه دَ حیرانتیا نه ېٔ تندی ته ټس ورکړو ۔ عجیبه ده! یوه بوډۍ شنډه چې پهٔ ځوانیٔ کښې ېٔ اولاد رانهٔ وړو اوس به پهٔ پیریٔ څنګه بچے راؤړی ۔

قَالُوْا كَذٰلِكِ١ۙ قَالَ رَبُّكِ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ۝۳۰

ترجمه: هغوی ورته ووې هم دغه شان وئیلی دی ستا رب، بېشکه هغه دَ حکمتونو خاوند دے پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ ف۲۱

ف۲۱: یعنی دا خبره مونږ دَ خپله ځانه نهٔ کوؤ بلکې ستا رب راته داسې حکم کړے دے اؤ هغه ښهٔ پوهیږی چې چا ته کوم شے پهٔ کوم وخت کښې ورکؤل پکار دی ۔ (اؤ تاسو خو دَ نبوت خاندان ییٔ دَ الله پهٔ حکم څنګه تعجب کویٔ)

تنبیه: دَ آیتونو نه دا معلومیږی چې دا هلک حضرت اسحاقؑ وهٔ چې زېرے ېٔ مور اؤ پلار ته ورکړې شوے دے ۔