پارہ 25

اِلَیْهِ یُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ١ؕ وَ مَا تَخْرُجُ مِنْ ثَمَرٰتٍ مِّنْ اَكْمَامِهَا وَ مَا تَحْمِلُ مِنْ اُنْثٰی وَ لَا تَضَعُ اِلَّا بِعِلْمِهٖ١ؕ وَ یَوْمَ یُنَادِیْهِمْ اَیْنَ شُرَكَآءِیْ١ۙ قَالُوْۤا اٰذَنّٰكَ١ۙ مَا مِنَّا مِنْ شَهِیْدٍۚ۝۴۷

ترجمه: هم دَ هغهٔ پهٔ حواله دے دَ قیامت خبر ، ف۶۷ اؤ نهٔ راوځی هېڅ مېوې دَ خپلو غلافونو نه ، اؤ نهٔ بار داره کیږی یوه ښځه اؤ نهٔ اولاد راؤړی چې الله ته ېٔ علم نهٔ وی ف۶۸ اؤ پهٔ کومه ورځ چې دوی ته آواز وشی چرته دی زما هغه شریکان ف۶۹ دوی به وائی مونږ خو تا ته وئیلی دی چې مونږ کښې هېڅوک دا اقرار نهٔ کوی ۔ ف۷۰

ف۶۷: یعنی یو الله خبر دے چې قیامت به کله راځی ۔ دَ لوی نه لوی نبی یا فرښتې یا بل هېچا ته دَ قیامت دَ راتلو هېڅ وخت نهٔ دے معلوم ۔ نو دَ چا نه چې تپوس کویٔ دا به درته وائی :

مَا الْمَسْئُوْلُ عَنْهَا بِاَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ ۔

(دَ چا نه چې تپوس کؤلے شی هغه دَ تپوس کؤنکی نه زیات خبر نهٔ دے)

ف۶۸: یعنی دَ الله تعالیٰ کامل علم دَ هر څیز احاطه کړے ده هغه دَ هر څهٔ نه خبر دے ۔ یوه کجوره دَ خپل هډوکی نه یا یوه مېوه دَ خپل غلاف نه بهر نهٔ شی راوتے چې الله ترې خبر نهٔ وی ۔ دَ یوې ښځې یا هر مؤنث څاروی پهٔ ګېډه کښې چې کوم بچے دے دَ هغې نه هم الله خبر دے چې نر به وی کهٔ ښځه ۔ نو دَ دې نه اندازه ولګویٔ چې دَ دنیا دَ ختمېدو پهٔ نتیجه کښې چې کله قیامت راځی ۔ نو څنګه چې دَ دنیا دَ هر څیز نه الله خبر دے ۔ دغه شان دَ قیامت دَ راتلو اؤ دَ دنیا دَ ختمېدو دَ صحیح وخت نه هم یو الله خبر دے ، بل بنده یا فرښتې ته ېٔ دا علم نهٔ دے ورکړے ، نهٔ ترې څوک خبر دے اؤ نهٔ ېٔ دَ خبرېدو څهٔ ضرورت شته ۔ دَ الله دَ حکم موافق دغه هومره یقین کؤل ضروری دی چې یوه ورځ به قیامت راځی اؤ مونږ به دَ خپلو اعمالو حساب ورکوؤ نو هر بنده ته پکار دی چې دَ دغې ورځې فکر وکړی اؤ څهٔ توښه ورته تیاره کړی ۔ پهٔ دغه ورځ به دَ نیک عمل نه سوا بل هېڅ شے پکار نهٔ راځی ۔

ف۶۹: یعنی څوک چې مو زما سره پهٔ خداییٔ کښې شریکؤل هغه اوس چرته دی ۔ (را مخامخ ېٔ کړیٔ چې دَ خداییٔ دعویٰ ېٔ معلومه شی)۔

ف۷۰: یعنی مونږ درته صفا وئیلی دی چې مونږ دَ خپل جرم اقرار نهٔ کوؤ چې سزا ته ېٔ تیار شو ۔ ګویا پهٔ دغه وخت به پهٔ شوخیٔ سره صفا دروغ ووائی اؤ دَ شرک نه به منکر شی ۔ (پهٔ دې چل به ځان خلاصوی خو دا چرته کیږی) ځنو مفسرانو دلته ”شهید“ دَ شاهد (حاضر) پهٔ معنٰی اخستې دے ۔ یعنی پهٔ دې وخت کښې مونږ هغه شریکان حاضر نهٔ وینو ۔ (پهٔ دې میدان کښې چرته پهٔ نظر نهٔ راځی)۔

وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَدْعُوْنَ مِنْ قَبْلُ وَ ظَنُّوْا مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ۝۴۸

ترجمه: اؤ ورک شو له دوی نه څوک چې به ېٔ بلل وړومبے اؤ پهٔ دې پوهه شو چې پهٔ هېڅ شان ېٔ خلاصې نشته ف۷۱

ف۷۱: یعنی پهٔ دنیا کښې چې ېٔ څوک دَ الله سره پهٔ خداییٔ کښې شریک ګڼل ۔ (اؤ دا ېٔ خیال وهٔ چې دَ الله دَ عذاب نه به مو خلاصوی) پهٔ دغه میدان کښې موجود ونهٔ وینی اؤ پوهه شی چې هېڅ مدد راسره نهٔ شی کؤلے نو دَ دوی به هم ترې طمع قطع شی اؤ پوهه به شی چې دَ عذاب نه خلاصے نشته نو نا امیده به شی اؤ دَ کومو معبودانو پهٔ سر چې به ېٔ دَ پېغمبرانو سره جنګ کؤلو نن به دَ هغوی نه دَ بېزاریٔ اعلان وکړی ۔

لَا یَسْـَٔمُ الْاِنْسَانُ مِنْ دُعَآءِ الْخَیْرِ١٘ وَ اِنْ مَّسَّهُ الشَّرُّ فَیَـُٔوْسٌ قَنُوْطٌ۝۴۹

ترجمه: نهٔ ستړې کیږی بنیادم دَ ښېګړې پهٔ سوال ، اؤ کهٔ ورسی ورته لږ تکلیف نو بې طمعې شی نا امیده ،

وَ لَىِٕنْ اَذَقْنٰهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنْۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَیَقُوْلَنَّ هٰذَا لِیْ١ۙ وَ مَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً١ۙ وَّ لَىِٕنْ رُّجِعْتُ اِلٰی رَبِّیْۤ اِنَّ لِیْ عِنْدَهٗ لَلْحُسْنٰی١ۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِمَا عَمِلُوْا١٘ وَ لَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنْ عَذَابٍ غَلِیْظٍ۝۵۰

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ ورباندې وڅکوؤ خپل رحمت پس دَ یو تکلیف نه چې ور رسېدلے وی نو بیا وائی دغه زما لائق دے اؤ زما ګومان نهٔ دے چې قیامت راتلونکے دے اؤ (بالفرض) کهٔ زهٔ واپس شوم خپل رب ته نو بېشکه زما دپاره (هلته هم) دَ هغهٔ سره بهتری ده ، ف۷۲ نو مونږ به وښیو منکرانو ته څهٔ چې دوی کړی دی ، اؤ ورباندې به وڅکوؤ سخت عذاب ف۷۳

ف۷۲: یعنی دَ بنیادم فطرت هم عجیبه دے چې پهٔ دنیا کښې ورته لږ غوندې ښېګړه ، آرام اؤ خوشحالی نصیب شی نو حرص ېٔ نور هم زیات شی ۔ وائی چې دَ دې نه زیات عیش و آرام وې ۔ دَ دې حرص ېٔ هډو څهٔ اندازه نشته ۔ پهٔ هېڅ حال بس نهٔ وائی کهٔ وس ېٔ رسی نو دا کوشش کوی چې دَ ټولې دنیا مال دولت یواځې ما ته پهٔ لاس راغلې ۔ لېکن کهٔ لږه غوندې سخته پرې راشی اؤ ظاهری اسباب دَ خپل مفاد خلاف ووینی نو ډېر ژر نا امیده شی اؤ پهٔ ژړا فریاد شی ځکه چې هغه صرف ظاهری اسباب وینی اؤ دا یقین ېٔ نهٔ وی چې هغه قادرِ مطلق دا اسباب بیا هم سازګار کؤلے شی ۔ پهٔ دې وخت کښې کهٔ فرض کړه الله تعالیٰ پرې رحم وکړی هغه سخته ترې لرې کړی نو بیا وائی ”هٰذَا لی“ ۔ دا خو ما دا چل هنر وکړو اؤ انتظام مې وکړو ، دا عقل فکر مې وجنګؤلو اؤ سخته مې لرې کړه ۔ خپله هوښیاری اؤ لیاقت ېٔ پهٔ نظر وی اؤ دَ الله فضل اؤ مهربانی نهٔ وینی ۔ بیا دَ آرام اؤ راحت پهٔ نشه داسې مست شی چې هغه لږ ساعت مخکښې ژړا فریاد اؤ منت زاری ورته هډو یاد نهٔ وی ۔ دا ېٔ خیال وی چې اوس به همېشه هم دغه شان وی دا ګومان هم نهٔ کوی چې څهٔ وخت راباندې بیا هم سخته راتلې شی اؤ دَ دې آرام پهٔ حالت کښې کهٔ چرته دَ قیامت خبره واؤری نو وائی اول خو زما دا خیال نهٔ دے چې قیامت به واقعی راځی ۔ اؤ بالفرض کهٔ رښتیا راشی هم زما دا یقین دے چې هلته به هم دغه شان پهٔ آرام و راحت کښې یم ۔ کهٔ زهٔ داسې ناکاره اؤ نالائقه وې نو پهٔ دنیا کښې به ېٔ خوشحالی ولې راکؤله؟ څنګه چې ېٔ دلته دَ خوشحالیٔ قابل ګڼلې یم دغه شان به پهٔ هغه ژوند کښې هم خوشحالی راکړی ۔

ف۷۳: یعنی اوس خو پهٔ دې خیال زړهٔ خوشحالوه چې هلته ورسې نو پته به درته ولګی چې هلته منکرانو ته څنګه سخته سزا ورکؤلے شی ، اؤ څنګه ورته دَ خپل ناکاره عمل پوره پوره بدله ور رسی ۔

وَ اِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَ نَاٰ بِجَانِبِهٖ١ۚ وَ اِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُوْ دُعَآءٍ عَرِیْضٍ۝۵۱

ترجمه: اؤ کوم وخت چې مونږ نعمتونه واستوؤ بنیادم ته نو مخ واړوی اؤ اړخ بدل کړی اؤ کله چې ور ورسی څهٔ تکلیف نو وږدې وږدې دعاګانې کوی ۔ ف۷۴

ف۷۴: یعنی دَ الله دَ نعمتونو پهٔ وخت کښې خو دَ خپل محسن نه مخ اړوی اؤ دَ شکر ویستو پهٔ ځائې بل خوا اړخ اړوی اؤ چې سخته پرې راشی نو بیا ېٔ هم هغه الله ته پهٔ زاریٔ لاس وچت کړی وی اؤ وږدې وږدې دعاګانې کوی هېڅ شرم نهٔ ورځی چې پهٔ کومه خلهٔ ترېنه اوس سوالونه کوم اؤ عجیبه خو دا ده چې کله کله چې ېٔ ظاهری اسباب موافق نهٔ وی اؤ بالکل نا امیده شی بیا هم الله ته پهٔ سوالونو وی اؤ منتونه زاریٔ کوی ۔ پهٔ زړهٔ کښې مایوس وی اؤ پهٔ خلهٔ ېٔ یا الله وی ۔ شاه صاحبؒ لیکی ۔ دا ټول بیان دَ بنیادم دَ کمزوریٔ دے چې نهٔ پهٔ سخته کښې صبر کؤلے شی اؤ نهٔ پهٔ راحته کښې شکر ۔

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهٖ مَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِیْ شِقَاقٍۭ بَعِیْدٍ۝۵۲

ترجمه: نو ته خو وګوره! کهٔ دا وی دَ الله دَ طرفه بیا تاسو ترې نکار وکړو نو دَ هغهٔ زیات ګمراه څوک دے چې لرې لاړ شی پهٔ مخالفت کښې ۔ ف۷۵

ف۷۵: پورتنی آیتونو کښې دَ بنیادم دَ کمزوریٔ اؤ دَ عجیبه فطرت نقشه صفا اؤ واضحه کړې شوه نو اوس دا خبردارے ورکوی ۔ ښهٔ سوچ وکړیٔ دا کتاب کوم چې تاسو ته خپلې کمزوریٔ څرګندوی اؤ نصیحت درته کوی کهٔ واقعی دَ الله دَ طرف نه راغلے وی (لکه چې راغلے دے) اؤ تاسو ونهٔ منلو اؤ دَ دې پهٔ نصیحتونو مو عمل ونهٔ کړو اؤ دَ خپل انجام ښهٔ کؤلو فکر مو ونهٔ کړو نو دَ دې نه زیاته ګمراهی اؤ غټ تاوان به بل څهٔ وی؟

سَنُرِیْهِمْ اٰیٰتِنَا فِی الْاٰفَاقِ وَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُ الْحَقُّ١ؕ اَوَ لَمْ یَكْفِ بِرَبِّكَ اَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ۝۵۳

ترجمه: اوس به مونږ وښیو دوی ته دَ خپل قدرت نمونې پهٔ دنیا کښې اؤ خپله دَ دوی پهٔ ځانونو کښې تر دې چې دوی ته واضح شی چې هم دغه حق دے ، ف۷۶ ستا رب کافی نهٔ دے پهٔ هر څیز ګواه کېدو دپاره ۔ ف۷۷

ف۷۶: یعنی دَ قرآن دَ حق کېدو نور دلائل خو پرېږده اوس به زهٔ دې منکرانو ته خپله دَ دوی پهٔ ځانونو کښې اؤ څلور واړه طرف ته پهٔ ټولو عربو کښې بلکې پهٔ ټوله دنیا کښې دَ خپل قدرت داسې نمونې وښیم چې دوی ته به دَ قرآن اؤ دَ قرآن راوړونکی صداقت دَ رڼا ورځې پهٔ شان څرګند شی ۔ هغه نمونې څهٔ دی ۔ هغه دَ اسلام دَ عظیمو کامیابیو یوه سلسله چې دَ ظاهری اسبابو نه بالکل خلاف وه اؤ دَ قرآن دَ پیشنګویو سره بالکل موافق وه ۔ لکه چې دَ جنګِ بدر پهٔ موقع دَ مکّې معظّمې مشرکانو پهٔ خپلو ځانونو کښې ولیدې اؤ دَ مکّې دَ فتحې پهٔ وخت دَ ټولو عربو دَ مرکز دننه ۔ اؤ دَ خلفائے راشدینو دَ خلافت پهٔ وخت پهٔ ټوله دنیا کښې ولیدې شوې ۔ اؤ دا هم ممکنه ده چې دَ الله دَ قدرت عامې نخښانې ترې مراد دی ، کومې چې غور کؤنکیو ته پهٔ خپل وجود کښې اؤ پهٔ ټوله دنیا کښې پهٔ نظر راځی ، دَ کومو نه چې دَ الله تعالیٰ دَ وحدانیت اؤ دَ هغهٔ دَ عظیم قدرت اؤ طاقت ثبوت کیږی اؤ دَ قرآن صداقت ترې معلومیږی ۔ آیاتِ تکوینیه یعنی دَ الله دَ قدرت داسې قسم نخښې خلقو ته یکدم نهٔ ښکاره کیږی بلکې وخت پهٔ وخت اؤ درجه پهٔ درجه ورته څرګندیږی ځکه ترېنه تعبیر پهٔ ”سَنُرِیْهِمْ اٰیَاتِنَا“ سره وشو ۔

ف۷۷: یعنی دَ قرآن صداقت نه کهٔ څوک انکار کوی نو آیا دَ یو الله ګواهی لږه ده؟ چې هغه پهٔ هر څیز ګواه دے اؤ پهٔ هر څیز کښې غور کؤلو نه دَ هغهٔ دَ ګواهیٔ ثبوت کیږی ۔

اَلَاۤ اِنَّهُمْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآءِ رَبِّهِمْ١ؕ اَلَاۤ اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطٌ۠۝۵۴

ترجمه: واؤریٔ! دوی پهٔ دهوکه کښې دی دَ خپل رب دَ ملاقات نه ، واؤریٔ! هغه چاپېره دے دَ هر څیز نه ۔ ف۷۸

ف۷۸: یعنی دا کافران پهٔ دې دهوکه کښې پراتهٔ دی چې مونږ به نهٔ چرې الله ته مخامخ کیږو اؤ نهٔ به رانه دَ خپل عمل تپوس کیږی ۔ حالانکې الله تعالیٰ هر وخت هر څیز پهٔ ګېره کښې اخستې دے اؤ هېڅ شے پهٔ هېڅ وخت کښې دَ هغهٔ دَ قبضې نه نهٔ شی وتے ۔ کهٔ دَ مرګ نه پس دَ دوی بدن روست شی ، ذرې ذرې شی اؤ پهٔ خاوره کښې ګډ شی یا پهٔ اوبو یا هوا کښې خور وور شی بیا هم الله ته دَ هغې یوه یوه ذره معلومه ده ۔ اؤ الله تعالیٰ پهٔ خپل کامل علم اؤ کامل قدرت دغه ټولې ذرې بیا راجمع کؤلے اؤ دوباره ېٔ ژوندیٔ کؤلے شی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الشُّوْرٰی مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَلٰثٌ وَّ خَمْسُوْنَ اٰیَۃً وَّ خَمْسُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ شوریٰ مکّه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې درے پنځوس (۵۳) آیتونه اؤ پنځهٔ رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

حٰمٓۚ۝۱

ترجمه: حا میم،

عٓسٓقٓ۝۲

ترجمه: عٓسٓقٓ ۔

كَذٰلِكَ یُوْحِیْۤ اِلَیْكَ وَ اِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ١ۙ اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۳

ترجمه: دغه شان وحې را استوی تا ته اؤ له تا نه مخکښینیو ته ، الله زبردست دے دَ حکمتونو خاوند ،

لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ هُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ۝۴

ترجمه: هم دَ هغهٔ دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی اؤ هم هغه دے دَ ټولو دپاسه لوئے ف۱

ف۱: یعنی لکه څنګه چې دا سورت (چې ډېر اعلیٰ اؤ بهترین مضامین پکښې دی) تا ته الله تعالیٰ دَ وحې پهٔ ذریعه را واستؤلو دغه شان وحې ېٔ نورو پېغمبرانو ته هم استؤله دغه دَ الله تعالیٰ عادت دے دَ ستاسو سره هم اؤ دَ نورو پېغمبرانو سره هم ۔

تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ یَسْتَغْفِرُوْنَ لِمَنْ فِی الْاَرْضِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ۝۵

ترجمه: نژدے ده چې ټوټې شی آسمانونه دَ پورته نه ف۲ اؤ فرښتې پاکی بیانوی دَ خوبیو دَ خپل رب اؤ بخشش غواړی دَ زمکې والوؤ دپاره ف۳ واؤریٔ! هم هغه الله دے معاف کؤنکے مهربان ۔ ف۴

ف۲: یعنی آسمانونه ټوټې شی ، دَ الله تعالیٰ دَ عظمت اؤ جلال دَ هېبته یا دَ بې شمېره فرښتو دَ دروندوالی پهٔ وجه یا دَ هغوی دَ ډېر ذکر دَ خاص تاثیر پهٔ وجه ۔ رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی ۔ پهٔ آسمان کښې یوه چپه ځائې داسې نشته چې فرښته پرې پهٔ سجده نهٔ وی پرته ۔ اؤ ځنو مفسرانو ېٔ دا مطلب بیان کړے دے چې مشرکان چې دَ الله سره پهٔ خداییٔ کښې شریکان جوړوی یا الله ته دَ لوڼو ځامنو نسبت کوی ۔ نو دا دَ الله تعالیٰ پهٔ پاک دربار کښې دومره غټه بې ادبی اؤ ګستاخی ده چې کهٔ دَ دې پهٔ اورېدو پاس آسمان ټوټې ټوټې شی نو څهٔ بعیده نهٔ ده ۔ لکه چې پهٔ سورتِ مریم کښې الله تعالیٰ خپله فرمائی:

تَکَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَ تَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَ تَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا۝ اَنْ دَعَوْالِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا۝ ۔

(یعنی دوی چې الله ته دَ اولاد نسبت کوی دا دومره غټه بې ادبی ده چې نژدے ده آسمان دَ دې پهٔ وجه ټوټې ټوټې شی اؤ زمکه وشلیږی اؤ غرونه ذرې ذرې شی) لېکن دَ الله تعالیٰ دَ لوی رحم و کرم اؤ عام بخشش اؤ دَ فرښتو دَ ډېر ذکر اؤ تسبیح پهٔ برکت دا نظام قائم دے ۔

ف۳: یعنی فرښتې دَ زمکې والؤ دپاره بخښنه غواړی چې الله پاک دَ مؤمنانو غلطیٔ معاف کړی اؤ کافرانو ته دَ خپل عمل سزا سمدستی ور نهٔ کړی ۔

ف۴: یعنی الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل و کرم دَ فرښتو دعا قبلوی ۔ مؤمنانو ته غلطیٔ معاف کوی اؤ کافرانو ته مهلت ورکوی ۔ ګنی دا دنیا به دَ سترګو پهٔ رپ کښې تباه شوے وه ۔

وَ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ اللّٰهُ حَفِیْظٌ عَلَیْهِمْ١ۖ٘ وَ مَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ۝۶

ترجمه: اؤ چا چې جوړ کړل دَ هغهٔ نه سوا نور ملګری الله ته هغه ټول یاد دی اؤ تهٔ نهٔ ېٔ دَ دوی ذمه وار ف۵

ف۵: یعنی دې دنیا کښې خو کافرانو ته مهلت ورکوی خو دا خیال دې نهٔ کوی چې بس دَ همېشه دپاره بچ شو ۔ دَ دوی ټول عملونه دَ الله تعالیٰ سره محفوظ پراتهٔ دی پهٔ خپل وخت به ورته ټول ریګارډ رامخکښې کړی اؤ دَ یو یو کار به پوره پوره سزا ورکړی ۔ نو اے رسولﷺ! تهٔ دا فکر مهٔ کوه چې دوی ولې نهٔ منی اؤ دَ نهٔ منلو پهٔ وجه پرې عذاب ولې نهٔ راځی ۔ دا ستا ذمه واری نهٔ ده ۔ ستا کار صرف احکام اورؤل دی ، نور کار زما دے ما ته ېٔ وسپاره ۔ زهٔ به ورسره پهٔ خپل وخت پوره حساب کوم اؤ دَ یو یو عمل به پوره پوره سزا ورکوم ۔

وَ كَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَ مَنْ حَوْلَهَا وَ تُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَیْبَ فِیْهِ١ؕ فَرِیْقٌ فِی الْجَنَّةِ وَ فَرِیْقٌ فِی السَّعِیْرِ۝۷

ترجمه: اؤ هم دغه شان نازل کړو مونږ پهٔ تا باندې قرآن پهٔ عربیٔ ژبه چې تهٔ وویروې دَ لوی کلی (مکّې) خلق اؤ دَ چار چاپېره کلیو خلق ف۶ اؤ خبر ورکړې دَ راجمع کېدو دَ ورځې چې هېڅ شک پکښې نشته (پهٔ دغه ورځ به) یوه ډله پهٔ جنت کښې اؤ یوه ډله پهٔ دوزخ کښې (وی) ف۷

ف۶: اُمُّ الْقُرٰی“ ووئیلی شو مکّې معظّمې ته چې ټول عرب به دلته راجمع کېدل ۔ دَ الله کور خانه کعبه هم دلته ده ۔ خانه کعبه پهٔ ټوله دنیا کښې دَ زمکې پهٔ مخ دَ ټولو نه وړومبیٔ عبادت خانه ده بلکې دَ روایاتو نه معلومیږی چې دَ دنیا دَ پیدا کؤلو پهٔ وخت الله تعالیٰ زمکه دَ دې ځائې نه خوره کړے ده۔ پهٔ دې طریقه خانه کعبه دَ ټولې دنیا مرکز دے ۔ دَ چار چاپېره کلیو نه اول عرب مراد دی اؤ بیا ټوله دنیا ۔

ف۷: یعنی دا خبردارے ورکړه چې یوه ورځ به داسې راځی چې الله تعالیٰ به وړومبی وروستی تمام مخلوق دَ حساب دپاره راجمع کوی ۔ دا یو یقینی خبره ده خامخا به کیږی څهٔ شک شبه پکښې نشته ۔ نو بنده ته پکار دی چې دَ دغې ورځې دپاره دَ اوس نه تیارے وکړی ۔ پهٔ دغه ورځ به خلق دوه ډلې وی یوه دَ جنتیانو اؤ بله ډله دَ دوزخیانو ، سوچ وکړیٔ چې تاسو ځان کومه ډله کښې شریکویٔ ۔ دَ هغې دپاره تیارے وکړیٔ ۔

وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَهُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّ لٰكِنْ یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ١ؕ وَ الظّٰلِمُوْنَ مَا لَهُمْ مِّنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍ۝۸

ترجمه: اؤ کهٔ الله غوښتے نو ټول خلق به ېٔ یوه ډله کړی وو لېکن هغه ننباسی څوک چې وغواړی پهٔ خپل رحمت کښې اؤ کوم چې ګناهګار دی دَ هغوی نهٔ څوک دوست شته اؤ نهٔ مددګار ، ف۸

ف۸: یعنی بېشکه الله تعالیٰ دا قدرت لری کهٔ غوښتے ېٔ نو ټول خلق به ېٔ پهٔ یو شان پیدا کړی وو اؤ ټول به ېٔ پهٔ یوه لار روان کړی وو ۔ لېکن دَ هغهٔ حکمت دا غوښته چې دَ خپل رحمت اؤ غضب دواړو صفاتو پوره اظهار وکړی نو ځکه ېٔ بندیان دَ مختلف طبیعتونو پیدا کړل نو څوک ېٔ دَ تابعداریٔ پهٔ برکت دَ رحمت حقدار شو اؤ څوک ېٔ دَ نافرمانیٔ اؤ ګناهونو پهٔ وجه دَ رحمت نه لرې وتل اؤ پهٔ غضب ېٔ ګرفتار شول ۔ نو څوک چې دَ الله تعالیٰ دَ کامل حکمت پهٔ تقاضا دَ سزا حقدار دی ، دَ هغوی دَ خلاصی هېڅ مخه نشته ۔ نهٔ ېٔ څوک یارو مددګار پیدا کېدے شی چې دَ الله دَ غضب نه ېٔ خلاص کړی ۔

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ١ۚ فَاللّٰهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَ هُوَ یُحْیِ الْمَوْتٰی١٘ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۠۝۹

ترجمه: آیا دوی نیولی دی دَ الله نه غیر نور دوستان ، نو الله چې دے هم هغه یواځې کارساز دے اؤ هم هغه ژوندی کوی مړی اؤ هغه هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۹

ف۹: یعنی کهٔ ځان ته ملګرے اؤ مددګار پیدا کویٔ نو دَ الله مدد حاصل کړیٔ چې هغه ټول کارونه کؤلے شی ، هغه مړی هم ژوندی کؤلے شی اؤ هر کار اؤ ستاسو هر امداد کؤلے شی ۔ دا بې ساه بتان عاجزان به ستاسو څهٔ امداد وکړی؟

وَ مَا اخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُكْمُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبِّیْ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ١ۖۗ وَ اِلَیْهِ اُنِیْبُ۝۱۰

ترجمه: اؤ پهٔ کومو خبرو کښې چې ستاسو اختلاف دے هر څهٔ چې وی دَ هغې فیصله دَ الله پهٔ حواله ده ف۱۰ دغه الله زما رب دے هم پهٔ هغهٔ زما تکیه ده اؤ هم هغهٔ ته رجوع کؤم ف۱۱

ف۱۰: یعنی دَ هر قسم جګړو فیصله هغهٔ ته حواله کؤل پکار دی عقائد وی کهٔ احکام ۔ عبادات وی کهٔ معاملات پهٔ څهٔ کښې چې مو اختلاف وی نو فیصله ېٔ الله ته حواله کویٔ هغه چې ېٔ دَ تکوینی دلیلونو یا وحې پهٔ ذریعه یا دَ خپل رسول پهٔ خلهٔ واضحه یا پهٔ اشاره کنایه څهٔ فیصله وکړی پهٔ هغې کښې بیا دَ خبرو څهٔ ګنجائش بنده ته نشته ۔ نو توحید ، کوم چې دَ ټولو احکامو اصل بنیاد دے هر کله چې دَ هغې متعلق الله تعالیٰ قولًا اؤ عملًا بندیانو ته صفا حکم ورکوی نو بیا بنده ته څهٔ اختیار دے چې دَ دې صفا فیصلې دَ منلو ته انکار وکړی یا پکښې څهٔ شک شبه پیدا کړی ۔

ف۱۱: یعنی زما پهٔ هره معامله کښې دَ خپل رب پهٔ امداد تکیه ده اؤ پهٔ هره معامله کښې هم هغهٔ ته رجوع کوم ۔

فَاطِرُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّ مِنَ الْاَنْعَامِ اَزْوَاجًا١ۚ یَذْرَؤُكُمْ فِیْهِ١ؕ لَیْسَ كَمِثْلِهٖ شَیْءٌ١ۚ وَ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ۝۱۱

ترجمه: جوړؤنکے دَ آسمانونو اؤ زمکې ، پیدا ېٔ کړې ستاسو دپاره هم دَ ستاسو نه جوړې اؤ دَ څارویو جوړې ف۱۲ خوروی تاسو پهٔ دې طریقه ف۱۳ نشته دَ هغهٔ پهٔ شان هېڅ شے، ف۱۴ اؤ هغه دے اورېدونکے لیدونکے ۔ ف۱۵

ف۱۲: یعنی څارویو کښې ېٔ جوړې نر اؤ ښځه پیدا کړل چې (نسل ېٔ زیاتیږی) اؤ تاسو ترې فائده اخلیٔ ۔

ف۱۳: یعنی دَ بنیادمو ېٔ جدا اؤ دَ څارویو ېٔ جدا جوړې پیدا کړې اؤ څومره نسلونه ېٔ ترې پهٔ دنیا کښې خوارهٔ کړل چې ځان ته دَ رزق کوشش کښې لګیا دی ۔

ف۱۴: یعنی نهٔ پهٔ ذات کښې څوک دَ هغهٔ پهٔ شان شته ، نهٔ پهٔ اوصافو کښې ۔ نهٔ دَ هغهٔ دَ احکامو اؤ فیصلو پهٔ شان دَ چا احکام اؤ فیصلې شته ۔ نهٔ دَ هغهٔ دَ دین پهٔ شان دَ چا دین شته ، نهٔ دَ هغهٔ جوړه شته ۔ نهٔ ېٔ همسر شته ، نهٔ هم جنس ۔

ف۱۵: یعنی بېشکه هر شے اوری ، وینی لېکن دَ هغهٔ اورېدل اؤ لیدل دَ مخلوق پهٔ شان نهٔ دی ، دَ هغهٔ کمالات ذاتی دی ۔ لېکن دَ هغهٔ دَ یو کمال هم پوره حال پهٔ الفاظو کښې نهٔ شی بیانېدے ، نهٔ زمونږ پهٔ عقل کښې راتلې شی ۔ نهٔ ېٔ پهٔ دنیا کښې چرته نظیر اؤ مشابه شته (چې دَ هغې سره تشبیه ورکړې شی دَ پوهې دپاره) هغه دَ مخلوق سره مشابهت اؤ مماثلت نه بالکل پاک دے نو بیا دَ هغهٔ دَ صفاتو کیفیت به زمونږ پهٔ عقل کښې څنګه راشی؟

لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یَقْدِرُ١ؕ اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۱۲

ترجمه: دَ هغهٔ سره دی کنجۍ دَ آسمانونو اؤ زمکې ، فراخه کوی روزی چا ته چې وغواړی اؤ پهٔ اندازه کوی (چا ته چې وغواړی) هغه پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ ف۱۶

ف۱۶: دَ ټولو خزانو کنجۍ دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دی دَ کومې خزانې نه چې ېٔ چا ته څومره خوښه وی ورکوی ۔ ټولو دَ ساه څیزونو ته هم روزی ورکوی لېکن دَ کمی زیاتی اندازه ېٔ دَ خپل حکمت موافق مقرر کړے ده ۔ هم هغهٔ ته معلوم دی چې کوم څیز دَ څومره ورکړې حقدار دے اؤ چا ته څومره ورکړه مناسب ده ۔ دَ روزیٔ پهٔ شان دَ نورو ورکړو حال وګڼیٔ (دا دَ کافرانو دَ دې خبرې ځواب دے چې قرآن دَ مکّې معظّمې پهٔ چا سردار ولې نازل نهٔ شو)

(یعنی الله تعالیٰ ښهٔ پوهیږی اؤ هغهٔ ته ښهٔ معلوم دی چې دَ دې غټ انعام مستحق څوک وهٔ ؟)

شَرَعَ لَكُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا وَصّٰی بِهٖ نُوْحًا وَّ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَ مَا وَصَّیْنَا بِهٖۤ اِبْرٰهِیْمَ وَ مُوْسٰی وَ عِیْسٰۤی اَنْ اَقِیْمُوا الدِّیْنَ وَ لَا تَتَفَرَّقُوْا فِیْهِ١ؕ كَبُرَ عَلَی الْمُشْرِكِیْنَ مَا تَدْعُوْهُمْ اِلَیْهِ١ؕ اَللّٰهُ یَجْتَبِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یُّنِیْبُ۝۱۳

ترجمه: لار ېٔ جوړه کړه ستاسو دپاره پهٔ دین کښې هغه دَ څهٔ چې ېٔ حکم کړے وهٔ نوح اؤ هغه چې حکم مو وکړو تا ته اؤ دَ کوم چې مو حکم کړے وهٔ ابراهیم اؤ موسٰی اؤ عیسٰی ته ف۱۷ دا چې قائم لریٔ دین اؤ اختلاف مهٔ کویٔ پهٔ دې (دین) کښې ف۱۸ ګرانه ده مشرکانو ته دا خبره کومې ته چې ېٔ تهٔ بلې ، الله غوره کوی خپل ځان دپاره څوک چې وغواړی اؤ خپله لار ښیٔ هغه چا ته چې ورته رجوع شی ۔ ف۱۹

ف۱۷: دَ ادمؑ نه پس وړومبے رسول نوحؑ دے بلکې حقیقت دا دے چې دَ شرعی احکامو سلسله هم دَ نوحؑ نه شروع شوے ده اؤ آخری نبی رسول اکرمﷺ دے ۔ دَ نبیانو سلسله دَ نوحؑ نه شروع شوه اؤ پهٔ حضور اکرمﷺ ختمه شوه ۔ تر دې مینځه چې کوم پېغمبران اؤ نبیان راغلی دی پهٔ هغوی کښې حضرت ابراهیمؑ اؤ موسٰیؑ اؤ عیسٰیؑ زیات مشهور دی چې دَ دوی امتیان پهٔ هره زمانه کښې ډېر زیات موجود وو ۔ نو دې پنځو ته اولو العزم پېغمبران وئیلی شی ۔ بهرحال دلته الله تعالیٰ صفا واضحه کړه چې اصل دین همېشه یو راغلے دے ۔ ځکه چې عقائد ، اخلاق اؤ دَ دین غټ غټ اصول دَ ټولو آسمانی مذهبونو یو دی ۔ البته ځنې فروعی احکام دَ زمانې اؤ قومونو دَ طبیعتونو پهٔ مناسبت بدل شوی دی ۔ دَ دین دَ قائم ساتلو طریقې الله تعالیٰ دَ هرې زمانې مناسب جُدا جُدا مقرر کړی دی لکه چې بل ځائې ارشاد دے ۔ ”لِکُلٍّ جَعَلْنَا مِنْکُمْ شِرْعَةً وَّ مِنْهَاجًا“ ۔

ف۱۸: یعنی ټولو پېغمبرانو اؤ دَ هغوی امتونو ته حکم شوے دے چې تاسو پهٔ خپل قول اؤ عمل دَ الله دین قائم وساتیٔ اؤ دَ دین پهٔ اصولو کښې هېڅ قسم اختلاف مهٔ کویٔ ۔

ف۱۹: یعنی تهٔ چې کوم دین ته خلق رابلې دا خبره پهٔ مشرکانو ډېره بده لګی ۔ لکه چې تهٔ یو داسې ناشنا خبره کوے چې له تا نه مخکښې پهٔ دنیا کښې بل هېچا نهٔ وی کړی (اؤ حال دا دے چې تېرو پېغمبرانو ټولو دَ توحید تبلیغ کړے دے) نو اوس چې دَ توحید غوندې صفا واضحه اؤ متفقه خبره هم پهٔ دوی بده لګی نو پهٔ دوی جهالت اؤ بدبختی ختمه ده ۔ اصل خبره دا ده چې هدایت دَ الله پهٔ لاس کښې دے هغه چې څوک غواړی پهٔ خپلو بندیانو کښې ځان ته ېٔ راکاږی اؤ دَ خپل رحمت اؤ قرب وچتې مرتبې ته ېٔ وخیژوی اؤ څوک چې دَ خپل ښهٔ استعداد اؤ قابلیت پهٔ وجه هغهٔ ته دَ نژدے کېدو کوشش کوی ۔ الله تعالیٰ دَ هغوی محنت نهٔ بربادوی ، خپل رحم اؤ فضل ورباندې کوی لکه بل ځائې ارشاد دے: وَ رَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَ یَخْتَارُ ؕ مَا کَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ ۔ (سورتِ قصص ، رکوع ۷) اؤ فرمائی: اَللهُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلَآئِکَةِ رُسُلًا وَّ مِنَ النَّاسِ ۔ (سورتِ حج ، رکوع ۱۰)

اؤ فرمائی : وَالَّذِیْنَ جَاهَدُوْا فِیْنَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۔ (سورتِ عنکبوت ، رکوع ۷)

بهرحال دَ الله تعالیٰ حکمت چې دَ چا هدایت غواړی هم هغه هدایت موندې شی ۔

وَ مَا تَفَرَّقُوْۤا اِلَّا مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًۢا بَیْنَهُمْ١ؕ وَ لَوْ لَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی لَّقُضِیَ بَیْنَهُمْ١ؕ وَ اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْرِثُوا الْكِتٰبَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ۝۱۴

ترجمه: چا چې اختلاف وکړو نو دَ پوهې راتلو نه پس خپلو کښې دَ ضد پهٔ وجه ، اؤ کهٔ نهٔ وې یوه خبره چې شوے ده ستا دَ رب دَ طرف نه تر یوې مقررې نېټې نو فیصله پهٔ شوے وه دَ دوی ترمینځه ، اؤ کومو خلقو ته چې کتاب ورکړې شوے دے دَ دوی نه وروستو هغوی البته پهٔ داسې شک کښې دی چې آرام ته ېٔ نهٔ پرېږدی ۔ ف۲۰

ف۲۰: یعنی توحید اؤ دَ دین پهٔ اصولو کښې چې کومو قومونو اختلاف کړے دے اؤ آسمانی کتابونو کښې ېٔ دَ ځانه زیاتے کمے کړے دے دا ېٔ دَ څهٔ غلط فهمیٔ یا شک پهٔ بنا نهٔ دے کړے ، پهٔ داسې صفا اؤ واضحو خبرو کښې دَ شک ګنجائش نهٔ وهٔ ۔ دا خو صرف دَ نفس خواهشاتو ، ضد اؤ عناد اؤ دَ مال و جاه محبت وغېره اسباب وو چې دوی ېٔ دې ناکاره کار ته تیار کړل ۔ بیا کله چې اختلاف پیدا شو اؤ هرې ډلې ځان ته مورچه تیاره کړه نو وروستو راتلونکی نسلونه پهٔ شکونو اؤ شبهاتو کښې ګېر شول اؤ سمه لار ترېنه خطا شوه ۔ دا شکونه ېٔ اوس هېڅ کله آرام ته نهٔ پرېږدی لېکن دا هر څهٔ ځکه وشو چې چې الله تعالیٰ بندیانو ته مهلت ورکړے دے کهٔ هغهٔ غوښتے نو ټول اختلافات به ېٔ یکدم ختم کړی وو اؤ ټول خلق به پهٔ یوه خبره متفق شوی وو لېکن داسې کؤل دَ هغهٔ دَ تکوینی مصلحت خلاف وو ۔ دَ هغهٔ کامل حکمت دا غواړی چې دنیا کښې دې اختلافات موجود وی چې پهٔ یو مقرر وخت ېٔ قطعی فیصله وشی کهٔ دا خبره دَ مخکښې نه مقرر شوے نهٔ وې نو دَ ټولو جګړو فیصله به ېٔ سمدستی کړے وه اؤ قصه به ختمه وه ۔

فَلِذٰلِكَ فَادْعُ١ۚ وَ اسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ١ۚ وَ لَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ١ۚ وَ قُلْ اٰمَنْتُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنْ كِتٰبٍ١ۚ وَ اُمِرْتُ لِاَعْدِلَ بَیْنَكُمْ١ؕ اَللّٰهُ رَبُّنَا وَ رَبُّكُمْ١ؕ لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَ لَكُمْ اَعْمَالُكُمْ١ؕ لَا حُجَّةَ بَیْنَنَا وَ بَیْنَكُمْ١ؕ اَللّٰهُ یَجْمَعُ بَیْنَنَا١ۚ وَ اِلَیْهِ الْمَصِیْرُؕ۝۱۵

ترجمه: نو هم دې (حق دین ته) خلق را غواړه اؤ مضبوط وسه څنګه چې درته حکم شوے دے ، اؤ مهٔ چلېږه دَ دوی پهٔ خواهش ، اؤ ورته ووایه ما یقین کړے دے پهٔ هر یو کتاب چې نازل کړے دے الله ، اؤ ما ته حکم شوے دے چې انصاف وکړم ستاسو ترمینځه الله رب دے زمونږه اؤ ستاسو ، مونږ ته به را رسی زمونږ کارونه اؤ تاسو ته ستاسو کارونه ، هېڅ جګړه نشته زمونږ اؤ ستاسو ترمینځه ، الله به راجمع کوی مونږ ټول اؤ هم هغهٔ ته راګرځېدل دی ، ف۲۱

ف۲۱: یعنی چې دَ هر طرف نه دَ رښتونی دین خلاف آوازونه پورته کیږی اؤ ټول خلق ېٔ مخالفت کوی نو پهٔ داسې وخت کښې ستا فرض دا دی چې ډېر پهٔ استقلال اؤ مضبوطه اراده خلق رښتونی دین ته را غواړې څنګه چې نوحؑ اؤ نورو پېغمبرانو پهٔ مضبوطه اراده اؤ استقلال سره تبلیغ کؤلو ۔ خلق کهٔ هر څومره خلاف وی خو تهٔ دَ خپل رب دَ حکم نه یوه ذره هم مهٔ اخوا دېخوا کېږه ۔ دَ چا دَ مخالفت هېڅ پرواه مهٔ کوه اؤ پهٔ خپله سمه لاره نېغ روان وسه اؤ صفا اعلان وکړه چې ما دَ الله پهٔ هر راستؤلی کتاب ایمان راؤړے دے ، هغه توریٰت وی کهٔ انجیل وی اؤ کهٔ بل کتاب ، پهٔ هره زمانه کښې چې پهٔ هر پېغمبر نازل شوے وی ۔ زما کار دَ مخکښینیو رښتونیو کتابونو تکذیب نهٔ دے بلکې دَ هغه ټولو تصدیق اؤ دَ هغې بنیادی اصول پهٔ دنیا کښې جاری کؤل دی ۔ ما ته حکم شوے دے چې دَ ستاسو پیدا کړی اختلافات پهٔ حق و انصاف فیصله کړم اؤ دَ احکامو پهٔ جاری کؤلو اؤ دَ شریعت پهٔ قوانینو کښې دَ عدل و انصاف پوره پوره خیال وساتم ۔ هره رښتونے خبره هر چرته اؤ پهٔ هر مذهب کښې چې وی بې تکلیفه ېٔ منم ۔ اؤ څنګه چې خلق دَ الله اطاعت ته رابلم دغه شان خپله هم دَ الله دَ احکامو پوره پوره پابندی وکړم اؤ ځان یو فرمانبردار بنده ثابت کړم اؤ دغه شان تاسو ته دَ الله تعالیٰ دَ تابعداریٔ یوه عملی نمونه وښیم ، ځکه چې زهٔ خبر یم چې زما اؤ ستاسو ټولو رب یو دے اؤ پهٔ مونږ ټولو دَ هغهٔ راضی ساتل فرض دی ۔ کهٔ تاسو زما خبره نهٔ منیٔ اؤ دَ الله تابعداری نهٔ کویٔ نو زما اؤ ستاسو سره هېڅ تعلق نشته ۔ ما خپل دَ تبلیغ حق ادا کړو ، نور هر سړے دَ خپل عمل خپله ذمه وار دے ۔ هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکؤلے شی نو ځان دې ورته تیار کړی ۔ زهٔ تاسو سره پهٔ دې خبره کښې نور بحث نهٔ کوم ۔ ټول به یوه ورځ دَ الله پهٔ دربار کښې حاضریږو هلته به قطعی فیصله وشی اؤ هر چا ته به پته ولګی چې پهٔ دنیا کښې ېٔ څهٔ ګټلی دی ۔

تنبیه: دا آیتونه مکّی دی دَ جهاد آیتونه پهٔ مدینه منوره کښې نازل شوی دی ۔

وَ الَّذِیْنَ یُحَآجُّوْنَ فِی اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مَا اسْتُجِیْبَ لَهٗ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ عَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَّ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ۝۱۶

ترجمه: اؤ څوک چې جګړې جوړوی دَ الله پهٔ خبرو کښې دَ خلقو دَ منلو نه پس دَ دوی جګړه باطله ده دَ الله پهٔ نزد اؤ پهٔ دوی غضب دے اؤ دوی دپاره سخت عذاب دے ، ف۲۲

ف۲۲: یعنی دَ الله دَ دین ، دَ هغهٔ دَ کتاب اؤ دَ هغهٔ دَ آیتونو صداقت چې ثابت شو اؤ ډېرو پوهو خلقو ومنلو اؤ ډېرو لا منلې نهٔ دے خو دَ صداقت ېٔ قائله شو نو دَ دومره صفا وضاحت نه پس هم چې ترې څوک انکار کوی یا ېٔ دَ منونکیو سره جنګونه کوی دَ هغوی دپاره دَ الله دَ غضب اؤ دردناک عذاب نه سوا بله لار نشته ۔

اَللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ وَ الْمِیْزَانَ١ؕ وَ مَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِیْبٌ۝۱۷

ترجمه: الله هغه دے چا چې نازل کړو کتاب پهٔ حقه اؤ تله هم ف۲۳ اؤ تهٔ څهٔ خبر ئ شاید چې هغه وخت نژدے وی ، ف۲۴

ف۲۳: الله تعالیٰ مادی تله هم راستؤلے ده چې څیزونه پرې تللې شی اؤ علمی تله هم چې عقلِ سلیم ورته وئیلی شی اؤ اخلاقی تله هم چې دَ عدل و انصاف صفت دے اؤ دَ ټولو نه غټه تله رښتونے دین دے چې دَ خالق اؤ مخلوق ترمینځه پوره پوره فیصله کوی اؤ کوم کښې چې دَ هرې خبرې صحیح تول کیږی نهٔ کم نهٔ زیات ۔

ف۲۴: یعنی خپل عملونه دَ کتاب الله پهٔ کسوټۍ وګوریٔ اؤ دَ حق دین پهٔ تله ېٔ وتلیٔ چې ټیک اؤ پوره دی کهٔ نه ۔ څهٔ پته لګی چې دَ قیامت وخت نژدے دے اؤ کهٔ لرې ۔ هسې نهٔ چې ډېر نژدے وی بیا به هېڅ نهٔ شیٔ کؤلے نو دَ اوس نه دَ خپل عمل اندازه واخلیٔ اؤ دَ آخرت دپاره څهٔ فکر وکړیٔ ۔

یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهَا١ۚ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مُشْفِقُوْنَ مِنْهَا١ۙ وَ یَعْلَمُوْنَ اَنَّهَا الْحَقُّ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ الَّذِیْنَ یُمَارُوْنَ فِی السَّاعَةِ لَفِیْ ضَلٰلٍۭ بَعِیْدٍ۝۱۸

ترجمه: تلوار کوی دَ دې وخت هغه کسان چې یقین ېٔ پرې نشته ، اؤ دَ چا چې پرې یقین دے هغوی ترې ویریږی اؤ پوهیږی چې دا ساعت حق دے (راتلونکے دے) واؤریٔ څوک چې جګړې کوی پهٔ دې وخت کښې هغوی پهٔ ګمراهیٔ کښې ډېر لرې وتلی دی ، ف۲۵

ف۲۵: یعنی دَ چا چې پهٔ آخرت یقین نشته هغوی خو پهٔ مسخره اؤ ټوقه وائی چې ښه نو دا قیامت به کله راځی؟ دا دومره ایسار ولې دے، ژر ولې نهٔ راځی؟ لېکن چا چې ایمان راؤړے دے اؤ پهٔ آخرت اؤ حساب کتاب ېٔ یقین دے ، دَ هغوی خو دَ دې سختې ورځې دَ تصوّر نه هم زړونه رپیږی اؤ دَ هغې ورځې دپاره دَ اوس نه دَ نیک عمل ذخیره جمع کوی ۔ نو دَ دې نه اندازه واخلیٔ چې دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ کافرانو څهٔ بد حال وی ۔ ځکه چې دَ چا پرې یقین نشته هغهٔ به ورته ځان څهٔ تیار کړے وی ۔ البته پهٔ مسخرو اؤ ګمراهیٔ کښې نور هم دَ رحمت نه ځان لرې باسی ۔ (اؤ سخت عذاب ته نژدے کیږیٔ)

اَللّٰهُ لَطِیْفٌۢ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ١ۚ وَ هُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ۠۝۱۹

ترجمه: الله مهربانه دے پهٔ خپلو بندیانو ف۲۶ روزی ورکوی چا ته چې وغواړی اؤ هغه دے زور آور زبردست ۔ ف۲۷

ف۲۶: یعنی الله تعالیٰ پهٔ بندیانو دومره مهربانه دے کهٔ څوک ترې منکر وی پهٔ هغوی هم روزی نهٔ بندوی بلکې دَ خپلو ټولو بندیانو دَ هر باریک نه باریک کار خیال ساتی اؤ ډېر پهٔ نرمیٔ اؤ مهربانیٔ ېٔ پالنه کوی ۔

ف۲۷: چا ته چې وغواړی اؤ څومره چې وغواړی ورکوی ۔

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖ١ۚ وَ مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا وَ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ۝۲۰

ترجمه: څوک چې غواړی دَ آخرت فصل زیات به کړو مونږ هغهٔ ته دَ هغهٔ فصل ف۲۸ اؤ څوک چې غواړی دَ دنیا فصل هغهٔ ته به ورکړو څهٔ دَ دې نه اؤ نشته دَ هغهٔ پهٔ آخرت کښې څهٔ برخه ۔ ف۲۹

ف۲۸: دَ یو نیکیٔ ثواب یو پهٔ لس ورکوی بلکې ووهٔ سوه چنده او دَ دې هم زیات۔ اؤ پهٔ دنیا کښې چې دَ نیک عمل پهٔ برکت کومه فراخی اؤ خوشحالی وی هغه جدا ۔

ف۲۹: دَ دنیا دپاره چې څوک څومره کوشش کوی چې څهٔ ېٔ نصیب وی هغه فائده ور ورسی لېکن آخرت کښې ېٔ بیا هېڅ برخه نهٔ وی لکه چې بل ځائې ارشاد دے: عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَ ۔ (سورتِ بنی اسرائیل ، رکوع ۲)

(پهٔ دنیا کښې ژر ورکړو چا ته چې څومره وغواړو بیا ورته مقرر کړو جهنّم)

اَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوْا لَهُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا لَمْ یَاْذَنْۢ بِهِ اللّٰهُ١ؕ وَ لَوْ لَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ١ؕ وَ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۲۱

ترجمه: آیا دوی دپاره نور شریکان دی چې لاره ېٔ جوړه کړے ده دوی دپاره پهٔ دین کښې هغه چې حکم نهٔ دے کړے دَ هغې الله ف۳۰ اؤ کهٔ نهٔ وې مقرر شوے دَ فیصلې خبره نو اوس به فیصله شوے وه پهٔ دوی کښې اؤ بېشکه دَ ګناهګارو دپاره دردناک عذاب دے ۔ ف۳۱

ف۳۰: یعنی الله خو ورته دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ رښتونے دین اؤ سمه لار وښودله ، اوس بل څوک داسې نشته چې دَ بلې لارې ښودلو حق لری اؤ دا اختیار ورسره وی چې الله چې کوم څیزونه پهٔ بندیانو حرام کړی دی هغه ېٔ ورته حلال کړی دی؟ (هېڅوک نشته) نو بیا آخر دې مشرکانو ته دَ الله دَ لارې نه غیر بله لار چا وښودله؟ اؤ دوی دا نورې نورې طریقې دَ کومې را وویستې؟

ف۳۱: یعنی دَ فیصلې وعده ده پهٔ خپل مقرر وخت ۔

تَرَی الظّٰلِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا كَسَبُوْا وَ هُوَ وَاقِعٌۢ بِهِمْ١ؕ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ رَوْضٰتِ الْجَنّٰتِ١ۚ لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ۝۲۲

ترجمه: تهٔ به ووینې مشرکان چې ویریږی به دَ خپلې ګټې نه اؤ دا به را پرېوځی پهٔ دوی، ف۳۲ اؤ چا چې ایمان راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی دَ جنّت پهٔ باغونو کښې به وی ، دوی دپاره دی دَ خپل رب سره څهٔ چې دوی غواړی ، هم دغه غټ عزت دے ۔ ف۳۳

ف۳۲: یعنی دَ خپلو عملونو دَ سزا نه کهٔ نن نهٔ ویریږی نو پهٔ هغه ورځ به ضرور ویریږی اؤ دا ورځ پرې یقینی راتلونکے ده خلاصے ېٔ نشته ۔

ف۳۳: یعنی پهٔ جنّت کښې به ورته هر قسم بدنی اؤ روحانی آرام و راحت اؤ دَ خپل رب قرب حاصل وی دا دومره لوئے فضل اؤ داسې عزّت دے چې دَ دنیا عیش اؤ عزت دَ دې پهٔ ګرد کښې هم نهٔ دے ۔

ذٰلِكَ الَّذِیْ یُبَشِّرُ اللّٰهُ عِبَادَهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ١ؕ قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا اِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبٰی١ؕ وَ مَنْ یَّقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهٗ فِیْهَا حُسْنًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ۝۲۳

ترجمه: دا هغه خوشخبری ده چې ورکوی ېٔ الله خپلو ایماندارو بندیانو ته څوک چې کوی نیک کارونه ، ف۳۴ تهٔ ووایه زهٔ نهٔ غواړم پهٔ دې نصیحت له تاسو نه څهٔ بدله لېکن محبّت پکار دے پهٔ خپلویٔ کښې ف۳۵ اؤ څوک چې وګټی نیکی زیاتوؤ مونږ هغهٔ ته دَ هغې خؤبی ، بېشکه الله معاف کؤنکے حق منونکے دے ۔ ف۳۶

ف۳۴: یعنی الله تعالیٰ چې کومه خوشخبری ورکوی هغه به ضرور کیږی ۔

ف۳۵: یعنی دَ قرآن غوندې غټ دولت درکوم ، دَ جنّت خوشخبری درکوم اؤ سمه لار درته ښیم دَ دې ټولو خبرو له تاسو نه هېڅ اجر نهٔ غواړم صرف دَ الله رضا دپاره ېٔ کوم ۔ تاسو زما دَ یوې قبیلې خلق اؤ نژدے رشته دار ییٔ نو دَ دې خپلویٔ څهٔ خیال خو وساتیٔ ۔ آخر تاسو دَ نورو خپلوانو سره څهٔ معامله کویٔ ۔ اکثر خو دَ خپلویٔ دپاره پهٔ ناحقه هم مرسته کویٔ ۔ زهٔ هم ستاسو خپل یم ۔ زهٔ تاسو نه ناحقه مرسته نهٔ غواړم ۔ کهٔ زما خبره نهٔ منیٔ اؤ ایمان نهٔ راؤړیٔ هم مهٔ راؤړیٔ خو کم از کم دَ خپلویٔ دومره لحاظ خو وساتیٔ چې ما سره ظلم نهٔ کویٔ ۔ ما ته دومره آزادی راکړیٔ چې خلقو ته دَ الله پېغام پهٔ قلاره ورسؤم نو آیا دَ خپلویٔ پهٔ وجه تاسو ما سره دومره نرمی هم نهٔ شیٔ کؤلے؟ زما دومره قدرې حق هم نشته چې خبرې قدرې ته مې پرېږدیٔ؟

تنبیه: دَ دې آیت دا تفسیر دَ ابن عباسؓ نه پهٔ صحیح بخاری اؤ صحیح مسلم کښې روایت شوے دے ۔ ځنو مفسرانو دَ اِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبٰی داسې معنٰی کړے ده چې تاسو خپلو کښې یو بل سره محبّت کویٔ اؤ دَ خپلویٔ حق پوره کویٔ ۔ اؤ ځنو دَ قربٰی نه مطلب هغه کارونه اخستی دی کوم چې الله ته بنده نژدے کوی ۔ یعنی دَ داسې کارونو سره محبّت کویٔ کوم چې بنده الله ته نژدے کوی ۔ لېکن ښهٔ تفسیر اولنے دے ۔ ځنو دَ قربٰی نه مراد دَ رسول اللهﷺ خپلوان اخستی دی (اهلِ بیت رسولﷺ) یعنی له تاسو نه نور هېڅ بدله نهٔ غواړم خو دَ اهلِ بیتو سره مینه کویٔ ۔ دې کښې شک نشته چې دَ اهلِ بیتو اؤ دَ رسول اللهﷺ دَ خپلوانو تعظیم اؤ محبّت پهٔ هر مسلمان ضروری دے اؤ دَ اهلِ بیتو سره مینه پهٔ حقیقت کښې دَ رسول اللهﷺ سره مینه ده لېکن دَ دې آیت دا تفسیر دَ آیت دَ شانِ نزول اؤ صحیح احادیثو خلاف دے اؤ دَ رسول اللهﷺ دَ وچت شان اؤ لوئے درجې مناسب هم نهٔ دے ۔ والله اعلم ۔

ف۳۶: یعنی بنیادم چې دَ نیکیٔ لار خوښه کړی نو الله تعالیٰ دَ هغهٔ نیکی زیاتوی۔ پهٔ آخرت کښې دَ اجر اؤ ثواب پهٔ لحاظ اؤ پهٔ دنیا کښې دَ نیک خوئی اؤ زیات توفیق پهٔ لحاظ اؤ دَ داسې بنده معمولی غلطیٔ معاف کوی ۔ شاید چې دلته دا خبره پهٔ دې غرض شوے ده چې کم از کم دَ خپلویٔ دومره لحاظ خو ضروری دے چې زور ظلم بند شی اؤ کهٔ چا دَ دې نه زیاته ښېګړه وکړه نو الله تعالیٰ دَ چا نیکی نهٔ بربادوی بلکې زیاتوی ئ ۔ نو دَ دې به ډېر ډېر اجرونه ورکړې شی ۔

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا١ۚ فَاِنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یَخْتِمْ عَلٰی قَلْبِكَ١ؕ وَ یَمْحُ اللّٰهُ الْبَاطِلَ وَ یُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ١ؕ اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۲۴

ترجمه: آیا دوی وائی چې دهٔ پهٔ الله دروغ جوړ کړی دی ، نو کهٔ الله وغواړی مهر به ولګوی ستا پهٔ زړهٔ ، اؤ ورَکوی الله دروغ اؤ ثابتوی رښتیا پهٔ خپلو خبرو ، هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې پهٔ زړونو کښې دی ۔ ف۳۷

ف۳۷: یعنی (بفرض محال) کهٔ یوه خبره دې هم پهٔ الله باندې دروغ جوړه کړه نو دَ الله دا قدرت شته چې پهٔ خلهٔ درته مهر ولګوی ۔ اؤ بیا فرښتې درته دَ الله پیغام نهٔ راؤړی اؤ دَ وحې سلسله بنده شی بلکې وړومبے راغلی وحې هم درنه بیا واخلی لکه بل ځائې چې ارشاد دے: وَ لَىِٕنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهٖ عَلَیْنَا وَكِیْلًاۙ۝۸۶ اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ١ؕ اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا۝۸۷ (سورتِ بنی اسرائیل ، رکوع ۱۰)

لېکن پهٔ حقیقت کښې ستا له طرف نه کذب و افتراء ممکن نهٔ ده ۔ نو دَ دې بدبختو دَ بې قدریٔ اؤ ضد اؤ عناد پهٔ وجه دا فیض له تا نه نهٔ شی بندؤلے ۔ بېشکه دَ وحې سلسله به الله پاک دغه شان جاری ساتی ، دَ حق امداد به کوی اؤ باطل به تباه کړی هغه وخت به صفا پته ولګی چې رښتونے څوک وو اؤ دروغژن څوک وو ۔ اؤ در حقیقت دَ چا پهٔ زړهٔ مهر لګېدلے دے چې حق ورباندې اثر نهٔ کوی ۔ پاتې شوه دا خبره چې هغه کوم دلیلونه دی چې حق به ورباندې څرګند اؤ ثابت شی اؤ باطل به تباه و برباد شی ۔ (علامه عثمانی فرمائی) زما پهٔ خیال دا دَ قرآن هغه واضح دلیلونه دی کوم چې ېٔ دَ پېغمبر دَ صداقت دپاره پیش کړی دی ۔ خاص کر هغه آیات انفسی و آفاقی دَ کومو بیان چې دَ سورة حٰمٓ السجده پهٔ آخر کښې پهٔ فوائدو کښې بیان شوے دے ۔

تنبیه: دَ دې آیت ګڼ تفسیرونه بیان شوی دی خو زما پهٔ خیال صفا اؤ واضح هم دغه وهٔ کوم چې مونږ ولیکلو ۔ پهٔ دغه تفسیر دَ (یَمْحُ اللّٰهُ الْبَاطِلَ) ځان له جمله ده اؤ اکثرو ښو عالمانو دغه تفسیر کړے دے لېکن حضرت شاه صاحبؒ دا جمله (یمع الله الباطل) پهٔ (یَخْتِمْ عَلٰی قَلْبِكَ) عطف کړے ده اؤ داسې تفسیر ېٔ بیان کړے دے یعنی الله پاک به پهٔ ځان دروغ جوړؤلو ته څوک ولې پرېږدی ۔ ستا پهٔ خلهٔ به مهر ولګوی اؤ کهٔ وغواړی اؤ کفر به بالکل ختم کړی بې پیغام راستؤلو ۔ لېکن الله تعالیٰ پهٔ خپلو دلیلونو دین ثابتؤل غواړی ۔ ځکه پهٔ نبی باندې وحې را استوی ۔

وَ هُوَ الَّذِیْ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَ یَعْفُوْا عَنِ السَّیِّاٰتِ وَ یَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَۙ۝۲۵

ترجمه: اؤ هم هغه دے چې قبلوی توبه دَ خپلو بندګانو اؤ معاف کوی ګناهونه اؤ هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې تاسو کویٔ ،

وَ یَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ یَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ١ؕ وَ الْكٰفِرُوْنَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ۝۲۶

ترجمه: اؤ هغه اوری دعا دَ هغه ایمادارو چې نیک کارونه کوی اؤ زیات ورکوی پهٔ خپل فضل ، ف۳۸ اؤ دَ منکرانو دپاره سخت عذاب دے ،

ف۳۸: یعنی پېغمبر تاسو ته دَ الله کلام اوروی تاسو ېٔ رښتیا ګڼیٔ اؤ کهٔ دروغ دَ هر بنده معامله دَ خپل الله سره ده ۔ هغه دَ هر بنده سره پهٔ دنیا اؤ پهٔ آخرت کښې دَ هغهٔ دَ استعداد اؤ حال موافق معامله کوی ۔ دَ توبه ویستونکیو توبه قبلوی اؤ سره دَ خبرېدو ډېر ګناهونه معاف کوی ۔ کوم ایماندار اؤ نیک بندیان چې دَ هغهٔ خبره اوری اؤ دَ هغهٔ حکم منی ، هغه دَ هغهٔ دعا اوری اؤ دَ هغوی عبادت قبلوی اؤ دَ څومره اجر چې حقدار وی پهٔ خپل فضل دَ هغې نه ډېر زیات اجر ورکوی ۔ پاتې شو منکران اؤ کافران چې تر مرګه ېٔ دَ توبې توفیق ونهٔ شی دَ هغوی حال مخکښې آیتونو کښې راځی چې سخت عذاب ورته تیار دے ۔

وَ لَوْ بَسَطَ اللّٰهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهٖ لَبَغَوْا فِی الْاَرْضِ وَ لٰكِنْ یُّنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا یَشَآءُ١ؕ اِنَّهٗ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرٌۢ بَصِیْرٌ۝۲۷

ترجمه: اؤ کهٔ فراخ کړی الله رزق خپلو بندګانو ته نو فساد به پورته کړی پهٔ ملک کښې لېکن نازلوی الله پهٔ اندازه څهٔ چې غواړی ، بېشکه هغه دَ خپلو بندګانو پهٔ (حال) ښهٔ خبر دے وینی ۔ ف۳۹

ف۳۹: دَ الله پهٔ خزانو کښې دَ هېڅ څیز کمے نشته کهٔ هغه وغواړی نو خپل ټول بندیان غنیان اؤ مالدار کؤلے شی ۔ لېکن دا دَ هغهٔ دَ حکمت تقاضا نهٔ ده چې ټولو ته بې اندازه روزی اؤ عیش و آرام ورکړی ۔ کهٔ داسې شوے وې نو ټول خلق به سرکشه اؤ نافرمانه شوی وو ۔ دنیا به دَ ظلم اؤ فساد نه ډکه شوے وه ، نهٔ به دَ الله رسول چا منل اؤ نهٔ به ېٔ دَ یو بل لحاظ کؤلو ۔ څومره سامان چې ورکړې شوے وهٔ پهٔ هغې به ېٔ صبر نهٔ کؤلو ، حرص به عام شوے وهٔ ۔ سړی به دا غوښته چې دَ ټولې دنیا مال ځان ته راجمع کړم ، دَ منع کؤلو به ېٔ څوک نهٔ وو اؤ نهٔ به څوک دَ بل نه ویرېدل ۔ څرګنده ده چې یو عام فساد اؤ بد نظمی به جوړه شوے وه ۔ البته کهٔ دَ خلقو دَ عام طبیعت خلاف دَ یو لوئی مصلح پهٔ رهنماییٔ کښې دَ عامې خوشحالیٔ سره هم خلق دَ جنګ جدل نه منع شوے وې اؤ دَ دنیا پهٔ طبیعتونو کښې انقلاب راغلے وې نو دا به دَ عام عادت اؤ عامې طریقې نه یوه جدا خبره وه ۔ بهرحال پهٔ موجوده طریقه دَ دنیا دَ انتظام چلؤلو دپاره دا ضروری ده چې مالداری دې عامه نهٔ وی بلکې هر یو ته دَ هغهٔ دَ استعداد اؤ حالاتو مناسب پهٔ اندازه سره تللې شے ورکړې شی اؤ پهٔ دې الله ښهٔ پوهیږی چې چا ته څومره شے ورکؤل مناسب دی ځکه چې هم هغهٔ ته ېٔ وړاندې وروستو ټول حال ښهٔ معلوم دے ۔

وَ هُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْۢ بَعْدِ مَا قَنَطُوْا وَ یَنْشُرُ رَحْمَتَهٗ١ؕ وَ هُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیْدُ۝۲۸

ترجمه: اؤ هم هغه دے څوک چې وروی باران پس دَ دې نه چې خلق نا امیده شی اؤ خوروی خپل رحمت اؤ هم هغه دے کارساز دَ ټولو خوبیو لائق ۔ ف۴۰

ف۴۰: یعنی ډېر ځله داسې وشی چې دَ ظاهری اسبابو پهٔ بنا خلق دَ باران نه مایوسه شی پهٔ دغه وخت کښې الله تعالیٰ پهٔ خپل مخلوق رحم وکړی اؤ پهٔ خپل فضل دَ رحمت باران ووروی چې دَ هغې برکت هر طرف ته خور شی ۔ زمکه تازه شی اؤ شینکے څرګند شی ۔ دا دې دپاره چې خلقو ته معلومه شی چې دَ روزیٔ پهٔ شان دَ روزیٔ اسباب هم دَ الله پهٔ قبضه کښې دی ۔ نو هغه څنګه چې روزی پهٔ اندازه ورکوی دغه شان باران هم پهٔ خپل خپل وخت پهٔ یوه خاصه اندازه وروی ۔ کارونه ټول دَ هغهٔ وی اؤ هغه ېٔ دَ خپل حکمت پهٔ تقاضا ټیک ټیک کوی ۔ ټولې خوبیٔ دَ هغهٔ پهٔ ذات کښې جمع دی ۔ هر قسم کارسازی اؤ امداد هم هغه کؤلے شی نو امداد صرف دَ الله نه غواریٔ ، بل څوک درسره بې دَ الله دَ رضا نه هېڅ امداد نهٔ شی کؤلے ۔

تنبیه: دَ الله دَ رحمت نه مایوس کېدل دَ کافرو طریقه ده ۔ لېکن ظاهری حالات دَ یو مؤمن پهٔ نظر کښې هم مایوس کن کېدے شی لکه دَ قرآن ارشاد دے ۔ فَلَمَّا اسْتَیْئَسُوْا مِنْهُ خَلَصُوْا نَجِیًّا ۔ (سورتِ یوسف ، رکوع ۱۰)

(نو کله چې دَ هغهٔ دَ خلاصی نه نا امیده شو نو یو طرف ته مشورې دپاره جدا شول)

بل ځائې ارشاد دے: حَتّٰۤی اِذَا اسْتَیْئَسَ الرُّسُلُ (سورتِ یوسف ، رکوع۱۲)

(تر دې چې کله رسولان پهٔ نا امیده کېدو شو) (یعنی دَ ظاهری اسبابو نه مایوس شو اؤ دَ الله دَ فضل اؤ رحم پهٔ طمع وو)

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَثَّ فِیْهِمَا مِنْ دَآبَّةٍ١ؕ وَ هُوَ عَلٰی جَمْعِهِمْ اِذَا یَشَآءُ قَدِیْرٌ۠۝۲۹

ترجمه: دَ هغهٔ دَ قدرت دَ نخښو نه دی جوړؤل دَ آسمانونو اؤ زمکې ف۴۱ اؤ څومره چې ېٔ خوارهٔ کړی دی پهٔ دې کښې ځناور ف۴۲ اؤ هغه چې کله وغواړی دا ټول راجمع کؤلے شی ۔ ف۴۳

ف۴۱: یعنی څنګه چې دَ رزق اؤ دَ رزق اسباب دَ الله تعالیٰ پهٔ قبضه کښې دی دغه شان دَ دغې اسبابو آسمانی اؤ دَ زمکې ذریعې اؤ دَ هغې نتیجې اؤ اثر پیدا کؤل هم دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی ۔

ف۴۲: دَ آیت دَ ظاهری الفاظو نه دا معلومیږی چې دَ زمکې پهٔ شان آسمان کښې هم دَ حیواناتو دَ قسم نه ژوندے مخلوق شته ۔

ف۴۳: یعنی چا چې دا مخلوق پیدا کړے دے اؤ پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې ېٔ خور کړے دے هغه ېٔ بیا راغونډؤلے هم شی کله چې وغواړی اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به وړومبی اؤ وروستی ټول راجمع کړی ۔

وَ مَاۤ اَصَابَكُمْ مِّنْ مُّصِیْبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ اَیْدِیْكُمْ وَ یَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍؕ۝۳۰

ترجمه: اؤ کله چې راشی پهٔ تاسو څهٔ سخته نو دا بدله ده دَ هغې چې ګټلی دی ستاسو دواړو لاسو اؤ هغه معاف کوی ډېر ګناهونه ۔ ف۴۴

ف۴۴: یعنی څنګه چې نعمتونه پهٔ خاص وختونو کښې اؤ پهٔ خاصه اندازه ورکوی دغه شان مصیبت هم دَ خاصو حالاتو اؤ خاصو قاعدو ماتحت راولی مثلًا بندیانو ته چې څهٔ سخته پیښیږی دَ هغې نژدے سبب یاد لرې سبب هم دَ دغه بندیانو ځنې کارونه وی ۔ هم دغه شان لکه چې یو بنده پهٔ خوراک کښې احتیاط نهٔ کؤلو پهٔ وجه ناجوړه بلکې کله کله هلاک هم شی ۔ یا لکه چې کله کله مور پلار دَ پرهیز نهٔ کؤلو پهٔ وجه وړو باندې سختی کوی یا لکه څنګه چې دَ یو کس دَ بې احتیاطیٔ پهٔ وجه ټولې محلّې بلکې کله کله ټول ښار ته نقصان ورسی بلکې هم دغه شان باطنی اؤ روحانی بدپرهیزی وګڼیٔ ، پهٔ دنیا کښې هر مصیبت اؤ سخته دَ بنده دَ څهٔ ناکاره کار نتیجه وی اؤ دَ مخې دپاره خبردارے وی (چې بیا احتیاط کوه) دا ځکه چې الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل دَ بندیانو اکثر ګناهونه معاف کوی اؤ کهٔ پهٔ ټولو ګناهونو ېٔ سزا ورکؤلے نو پهٔ دنیا کښې به یو ژوندے څیز هم ژوندے نهٔ وهٔ پاتې ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی دا خطاب عاقلو بالغو خلقو ته دے ګناهګار وی کهٔ نیکان ۔ خو پېغمبران اؤ واړهٔ ترې جدا دی دَ هغوی دپاره به نور څه وی ، دې کښې سختی دَ دنیا هم راغله ، دَ قبر اؤ آخرت هم ۔

وَ مَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ١ۖۚ وَ مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍ۝۳۱

ترجمه: اؤ نهٔ ییٔ تاسو ستړی کؤنکی (دَ الله) پهٔ منډه وهلو سره پهٔ ملک کښې اؤ نشته تاسو لره دَ الله نه سوا بل څوک کارساز اؤ نهٔ مددګار ۔ ف۴۵

ف۴۵: یعنی خالص پهٔ خپل رحم ېٔ معاف کوی ۔ ګنی کهٔ سزا ورکؤل وغواړی نو هېڅ چرته نهٔ تښتېدے شی اؤ نهٔ ېٔ څوک خلاصؤلے شی ۔

وَ مِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِؕ۝۳۲

ترجمه: دَ هغهٔ دَ قدرت دَ نخښو نه یوه دا ده چې دَ غرونو پهٔ شان جهازونه چلیږی پهٔ دریاب کښې ۔ ف۴۶

ف۴۶: یعنی څنګه چې پهٔ زمکه غټ غټ غرونه وچت ښکاری ۔ دغه شان دَ سمندر پهٔ سطع غټ غټ جهازونه لکه دَ غرونو وچت ښکاری ۔ (یا دا هم دَ الله دَ قدرت یوه نمونه ده چې دَ غرهٔ هومره غټ غټ جهازونه دَ اوبو پهٔ سر روان وی اؤ سره دَ دومره وزن اوبو کښې ډوبیږی نه ۔ مترجم)

اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍۙ۝۳۳

ترجمه: کهٔ هغه وغواړی نو هوا به ودروی بیا به پاتې شیٔ ټوله ورځ ولاړ (دَ دغې جهازونو) پهٔ شا ف۴۷ بېشکه پهٔ دې کښې دلیلونه دی دَ هر ثابت قدم احسان منونکی دپاره ۔ ف۴۸

ف۴۷: یعنی هوا هم (دَ کومې پهٔ برکت چې بادبانی جهازونه پهٔ سمندر کښې چلیږی) دَ الله پهٔ قبضه کښې ده ۔ کهٔ هغه هوا ودروی نو جهازونه به هم پهٔ خپل ځائې ولاړ پاتې شی اؤ خپلو ځایونو ته به ونهٔ رسی ۔ غرض دا چې هوا اؤ اوبهٔ هر څهٔ دَ الله پهٔ قبضه کښې دی ۔

ف۴۸: دَ سمندر پهٔ سفر کښې موافق اؤ مخالف دواړه حالتونه راځی نو بنده ته پکار دی چې پهٔ موافق حالت شکر وباسی اؤ پهٔ مخالف صبر وکړی ۔ دَ الله دَ نعمت اؤ قدرت قدر وپیژنی ۔

اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَ یَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ٘۝۳۴

ترجمه: یا (کهٔ وغواړی) تباه به کړی دا (جهازونه) دَ دوی دَ عملونو پهٔ سبب اؤ معاف به کړی ډېر ، ف۴۹

ف۴۹: یعنی کهٔ وغواړی نو دَ مسافرو دَ عملونو پهٔ وجه به جهازونه ډوب اؤ تباه کړی اؤ دَ دغې تباهیٔ پهٔ وخت به هم ځنې (نیکان) بچ کړی ۔

وَّ یَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا١ؕ مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ۝۳۵

ترجمه: دې دپاره چې خبر شی هغه خلق چې جګړې کوی زمونږ پهٔ آیتونو کښې چې نشته دَ دوی دَ تېښتې ځائې ف۵۰

ف۵۰: یعنی دې دپاره به تباه کؤلے شی چې دَ خپلو عملونو بدله ورکړې شی اؤ دَ الله پهٔ قدرت کښې جګړې کؤنکیو ته پته ولګی چې دَ الله دَ ګرفت نه دَ بچ کېدو هېڅ مخه نشته ۔ شاه صاحبؒ لیکی دَ چا چې دا خیال دے چې مونږ پهٔ خپل تدبیر دَ هرې مخې نه ځان بچ کؤلے شو ۔ دې وخت کښې به هغوی هم حیران پاتی شی اؤ هېڅ تدبیر به ترې ونهٔ شی ۔

فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۚ وَ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّ اَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَۚ۝۳۶

ترجمه: نو څهٔ چې درکړې شوی دی تاسو ته هر څیز چې وی دا پکارؤل دی دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ، اؤ کوم چې دَ الله سره دی هغه ډېر بهتر اؤ ډېر باقی پاتی کېدونکی دی دَ ایماندارو دپاره چې پهٔ خپل رب تکیه کوی ، ف۵۱

ف۵۱: یعنی پهٔ دې دومره خبره پوهېدو نه پس اوس بنده ته پکار دی چې دَ الله دَ راضی ساتلو کوشش وکړی ، پهٔ دې څو ورځې ژوند اؤ دَ دې پهٔ عیش و آرام غاوره نهٔ شی ۔ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې ایماندارو دپاره چې دَ الله سره کوم آرام و راحت اؤ کوم نعمتونه دی هغه دَ دنیا دَ نعمتونو نه ډېر بهتر اؤ ډېر پائیدار دی ۔ همېشه به وی ۔

وَ الَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَ الْفَوَاحِشَ وَ اِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَۚ۝۳۷

ترجمه: اؤ (دَ هغه چا دپاره) چې ځان ساتی دَ غټو ګناهونو اؤ بې حیاییٔ نه اؤ کله چې غصه ورشی نو معافی ورکوی ۔ ف۵۲

ف۵۲: شاید چې دَ دکبائر اثم نه مراد دَ عقیدې خرابیٔ اؤ دَ فواحش نه مراد هغه غلطیٔ وی چې دَ شهوت پهٔ وجه کیږی ۔ مخکښې دَ اِذَا مَا غَضِبُوْا الخ نه دَ قوتِ عضبیه دفع کؤل مقصود دی ۔ دَ دې آیت پوره تشریح پهٔ سورتِ نساء کښې دغه شان یو آیت کښې تېره شوے ده ۔

وَ الَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ١۪ وَ اَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ١۪ وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَۚ۝۳۸

ترجمه: اؤ (هغه چا لره) چې حکم ېٔ ومنلو دَ خپل رب اؤ قائم ېٔ کړو نمونځ اؤ کار کوی پهٔ صلاح سره پهٔ خپلو کښې ۔ ف۵۳ اؤ څهٔ چې مو ورکړی دی دَ هغې نه خرچ کوی (دَ الله پهٔ لار کښې)،

ف۵۳: پهٔ خپلو کښې صلاح مشورې سره کار دَ الله خوښ دے دَ دین کار وی اؤ کهٔ دَ دنیا ۔ رسول اللهﷺ به پهٔ غټو غټو کارونو کښې دَ خپلو اصحابو سره صلاح کؤله دَ جنګ متعلق هم اؤ دَ انتظامی معاملو متعلق هم دَ خلافت راشده بنیاد هم پهٔ مجلس شورٰی (دَ مصلحت جرګه) وهٔ ۔ دا خو څرګنده خبره ده چې دَ صلاح ضرورت پهٔ غټو غټو کارونو کښې وی پهٔ عامو معمولی خبرو کښې څوک دَ یو بل نه تپوس نهٔ کوی ، پهٔ غټو کارونو کښې وی اؤ پهٔ داسې خبرو کښې وی چې دَ شریعت واضح حکم پکښې موجود نهٔ وی ۔ کوم کار کښې چې دَ شریعت واضح حکم موجود وی هغې کښې دَ صلاح حاجت نشته ۔ دَ احادیثو نه معلومیږی چې صلاح مشوره دَ داسې کسانو سره پکار ده چې ښهٔ پوهه اؤ دینداره وی ۔ دَ ناپوهه اؤ بد دیانته نه دَ خیر څهٔ طمع نهٔ شی کېدے ۔

وَ الَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ۝۳۹

ترجمه: اؤ هغه خلق چې کله وشی پهٔ دوی حمله نو بدله ېٔ اخلی ، ف۵۴

ف۵۴: یعنی کوم ځائې چې معافی مناسب وی هلته معافی ورکوی لکه یو سړی نه غلطی وشوه ډېر پهٔ افسوس اؤ ملامتیا ېٔ معافی وغوښته نو هغهٔ ته معافی ورکؤل پکار دی ، اؤ کوم ځائې چې بدله اخستل مناسب وی هلته بدله اخلی لکه یو سړے ډېر پهٔ زور ظلم اؤ زیاتی لګیا وهٔ اؤ پهٔ نرمیٔ اؤ غږ نهٔ کؤلو نور هم پهٔ سر ختو یا ېٔ دَ ذاتی نقصان پهٔ ځائې دَ اسلام یا دَ نورو مسلمانانو سپکاوې کؤلو نو پهٔ داسې وخت کښې معاف کؤل ښهٔ نهٔ دی ۔ دَ زیاتی پهٔ اندازه مناسب سزا ورکؤل پکار دی ۔

وَ جَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا١ۚ فَمَنْ عَفَا وَ اَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ۝۴۰

ترجمه: اؤ دَ بدیٔ بدله بدی ده دَ هغې پهٔ شان ف۵۵ بیا چا چې معافی ورکړه اؤ صلح ېٔ وکړه نو دَ هغې ثواب دے دَ الله پهٔ ذمه ، بېشکه الله نهٔ خوښوی ګناهګار، ف۵۶

ف۵۵: دَ بدیٔ پهٔ بدله کښې چې کومه بدی کیږی هغه پهٔ حقیقت کښې بدی نهٔ ده هسې شکل ېٔ دَ بدیٔ دے ځکه ورته ”سَیِّئَةً“ ووئیلی شو ۔ دې ته ”اِطْلَاقِ مُشَاکَلَةً “ وئیلی شی ۔

ف۵۶: یعنی ظلم اؤ زیاتے پهٔ هېڅ حال کښې دَ الله خوښ نهٔ وی ۔ ښهٔ کار دا دے چې کهٔ بنده بدله اخستے شی هم چې وانهٔ خلی معاف ېٔ کړی پهٔ دې شرط چې کهٔ پهٔ معافیٔ هغه سړے نور نهٔ خرابیږی ۔

وَ لَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍؕ۝۴۱

ترجمه: اؤ چا چې بدله واخسته دَ مظلوم کېدو نه پس نو پهٔ هغوی نشته څهٔ الزام ، ف۵۷

ف۵۷: یعنی کهٔ یو مظلوم دَ ظالم نه بدله اخلی نو دې کښې څهٔ ګناه نشته ، بدله اخستل جائز دی خو معافی ښهٔ ده ۔

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَ یَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۴۲

ترجمه: الزام خو پهٔ هغه چا دے چې ظلم کوی پهٔ خلقو ف۵۸ اؤ فساد کوی پهٔ ملک کښې ناحقه ، دَ دغه خلقو دپاره دے دردناک عذاب ،

ف۵۸: یعنی څوک چې ظلم کوی یا بدله اخستو کښې زیاتے کوی ۔ (دواړه ګناه ده) ۔

وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ۠۝۴۳

ترجمه: اؤ لبته چا چې صبر وکړو اؤ معافی ېٔ ورکړه نو بېشکه دا دَ همّت کارونه دی ف۵۹

ف۵۹: یعنی غصه زغمل ، تکلیف برداشت کؤل اؤ ظالم معاف کؤل دَ غټ همّت کارونه دی ۔ حدیث شریف دے ۔ پهٔ کوم بنده چې ظلم وشی اؤ هغه ېٔ دَ الله دَ رضا دپاره معاف کړی نو الله به دَ هغهٔ قدر عزت زیات کړی اؤ امداد به ېٔ وکړی ۔ (دَ دې اجر به ورکړی)

وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْۢ بَعْدِهٖ١ؕ وَ تَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍۚ۝۴۴

ترجمه: اؤ چا ته چې الله لار نهٔ ښیٔ نو هېڅوک نشته دَ هغهٔ کارساز دَ هغهٔ نه سوا ف۶۰ اؤ تهٔ به ووینې ګناهګار کوم وخت چې دوی ووینی عذاب وائی به آیا بیا دنیا ته دَ واپس تلو څهٔ طریقه چرته شته ۔ ف۶۱

ف۶۰: یعنی صرف دَ الله پهٔ توفیق اؤ امداد بنده دَ عدل انصاف اؤ صبر اؤ معافیٔ وچتې درجې حاصلؤلے شی ۔ هغه کهٔ دَ بهترینو اخلاقو توفیق ورنهٔ کړی نو څوک ېٔ دَ ګنده اخلاقو دَ کندې نه راخیژؤلے شی؟

ف۶۱: یعنی څهٔ داسې طریقه شته چې بیا دنیا ته واپس لاړ شو اؤ نیک کارونه وکړو ۔

وَ تَرٰىهُمْ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا خٰشِعِیْنَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُوْنَ مِنْ طَرْفٍ خَفِّیٍ١ؕ وَ قَالَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَ اَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ فِیْ عَذَابٍ مُّقِیْمٍ۝۴۵

ترجمه: اؤ تهٔ به ېٔ ووینې چې مخامخ به کړې شی اور ته پهٔ داسې حال کښې چې سترګې به ېٔ دَ شرمه ټیټې نیولے وی غلی غلی به ګوری ، ف۶۲ اؤ وائی به هغه کسان چې ایماندار وو بېشکه پهٔ تاوان کښې دغه خلق دے چا چې تباه کړل خپل ځانونه اؤ خپله کورنۍ دَ قیامت پهٔ ورځ ف۶۳ واؤریٔ ظالمان پراتهٔ دی پهٔ همېشه عذاب کښې ،

ف۶۲: یعنی دَ یو سخت مجرم پهٔ شان به ېٔ دَ شرمه اؤ ملامتې نه سرونه ټیټ نیولی وی چا ته به پاس نهٔ شی کتې ۔ (کهٔ څهٔ ته ګوری نو پټ دَ سترګو ګوټ کښې به پهٔ غلا غلا ګوری)

ف۶۳: یعنی داسې بدبخته دی چې دَ ځان سره ېٔ خپل ټول کور برباد کړو ۔

وَ مَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍؕ۝۴۶

ترجمه: اؤ نشته دَ دوی څوک ملګرے چې امداد ېٔ وکړی دَ الله نه سوا ، اؤ څوک چې ګمراه کړی الله نو نشته هغهٔ دپاره هېڅ لار ۔ ف۶۴

ف۶۴: یعنی نهٔ ېٔ ورته دنیا کښې هدایت وکړو اؤ نهٔ ېٔ پهٔ آخرت کښې خلاصے شته ۔

اِسْتَجِیْبُوْا لِرَبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ١ؕ مَا لَكُمْ مِّنْ مَّلْجَاٍ یَّوْمَىِٕذٍ وَّ مَا لَكُمْ مِّنْ نَّكِیْرٍ۝۴۷

ترجمه: ومنیٔ دَ خپل رب حکم وړومبے دَ دې نه چې راشی پهٔ تاسو دَ الله دَ طرف نه داسې ورځ چې واپس کېدے نهٔ شی ف۶۵ نهٔ به وی ستاسو دپاره هېڅ دَ بچ کېدو ځائې پهٔ دغه ورځ اؤ نهٔ به وی ستاسو دپاره منکر کېدل ۔ ف۶۶

ف۶۵: یعنی څنګه چې پهٔ دنیا کښې وروستو کېده سمدستی سزا نهٔ شوه ورکؤلے ۔ نو نن ورځ وروستو کیږی نه دغه ېٔ هغه مقرره نېټه ده دې کښې بدلون نشته ۔

ف۶۶: یعنی دَ منکر کېدو څهٔ فائده نشته ۔ ابنِ کثیرؒ دَ دې معنٰی لیکلې ده ۔ ”اوس داسې وخت نهٔ راځی چې خطا شیٔ ، څوک مو ونهٔ پیژنی ۔“ بهرحال دَ عذاب نه بچ کېدل اوس نشته ۔

فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا١ؕ اِنْ عَلَیْكَ اِلَّا الْبَلٰغُ١ؕ وَ اِنَّاۤ اِذَاۤ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا١ۚ وَ اِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَاِنَّ الْاِنْسَانَ كَفُوْرٌ۝۴۸

ترجمه: بیا کهٔ دوی مخ اړوی نو مونږ تهٔ نهٔ ي راستؤلے پهٔ دوی څوکیدار ستا پهٔ ذمه خو بس تبلیغ دے ، ف۶۷ اؤ مونږ کله چې خوند وښیو بنیادم ته دَ خپل طرف نه دَ رحمت نو غرور پرې وکړی اؤ کهٔ راشی پهٔ دوی څهٔ سخته پهٔ بدل دَ دوی دَ خپل عمل کښې نو بنیادم ډېر ناشکره دے ۔ ف۶۸

ف۶۷: یعنی ستا ذمه واری صرف پېغام رسؤل وو تا خپل کار پوره کړو نوره ذمه واری پهٔ تا نشته چې دوی دې خامخا ومنی ۔ کهٔ نهٔ منی نو خپله به دوزخ ته ځی تهٔ بې غمه شه ۔

ف۶۸: یعنی تهٔ دَ دوی پهٔ انکار کؤلو اؤ حق نهٔ منلو خفه کېږه مه دَ بنیادم فطرت داسې دے چې کهٔ الله تعالیٰ پرې فضل اؤ احسان وکړی نو کبرژن شی اؤ غاوره شی بیا کهٔ دَ خپل عمل دَ برکته پرې څهٔ سخته راشی نو هغه راحته ېٔ هېره شی اؤ ناشکری شروع کړی لکه چې راحته ېٔ هډو چرته لیدلے نهٔ وی ۔ غرض دا چې دَ راحتې وخت وی اؤ کهٔ دَ تنګسیا بنده پهٔ اعتدال نهٔ پاتې کیږی ۔ البته دَ صابره ایماندار حال جدا دے هغه پهٔ سخته کښې صبر کوی اؤ پهٔ فراخیٔ کښې دَ خپل الله شکرونه وباسی اؤ پهٔ هېڅ حال کښې دَ خپل رب احسان نهٔ هیروی ۔

لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ١ؕ یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ اِنَاثًا وَّ یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ الذُّكُوْرَۙ۝۴۹

ترجمه: خاص دَ الله بادشاهی ده پهٔ آسمانونو اؤ زمکه ، پیدا کوی څهٔ چې غواړی ورکوی چا ته چې وغواړی لوڼه اؤ ورکوی چا ته چې وغواړی ځامن ،

اَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَّ اِنَاثًا١ۚ وَ یَجْعَلُ مَنْ یَّشَآءُ عَقِیْمًا١ؕ اِنَّهٗ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ۝۵۰

ترجمه: یا ورکړی ګډ وډ ځامن اؤ لوڼه ، اؤ څوک چې وغواړی کړی ېٔ شنډه ، بېشکه هغه ښهٔ خبر دے هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۶۹

ف۶۹: یعنی سخته وی کهٔ راحته دواړه دَ الله دَ طرفه دی پهٔ آسمانونو اؤ پهٔ زمکه هر ځائې دَ هغهٔ بادشاهی ده اؤ هم دَ هغهٔ حکم چلیږی څهٔ چې غواړی هغه پیدا کوی اؤ چا ته چې غواړی ډېره ورکوی چا ته پهٔ اندازه ورکوی هر څهٔ دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی دَ دنیا حالاتو ته وګوریٔ دَ چا دَ سره اولاد نهٔ وی دَ چا کهٔ وی نو تشې جینکۍ وی ، دَ چا تش هلکان وی اؤ دَ چا هلکان اؤ جینکۍ دواړه وی پهٔ دې کښې دَ بل چا هېڅ اختیار نشته دَ یو الله اختیار دے هغه اصلی مالک دے اؤ هغهٔ ته ښهٔ معلوم دی چې دَ چا سره څهٔ مناسب دی هغه دَ خپل حکمت اؤ مصلحت مناسب کار کوی دَ بل هېچا طاقت نشته چې دَ هغهٔ پهٔ پیداوښت کښې څهٔ دخل وکړی ۔ دَ هوښیاریٔ کار دا دے چې پهٔ هر حال کښې دَ الله شکر ادا کړی اؤ دَ ناشکریٔ نه ځان وساتی ۔

وَ مَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّكَلِّمَهُ اللّٰهُ اِلَّا وَحْیًا اَوْ مِنْ وَّرَآئِ حِجَابٍ اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا فَیُوْحِیَ بِاِذْنِهٖ مَا یَشَآءُ١ؕ اِنَّهٗ عَلِیٌّ حَكِیْمٌ۝۵۱

ترجمه: اؤ دَ هېڅ بنده طاقت نشته چې خبرې وکړی الله سره مګر پهٔ اشارو یا دَ پردې شا ته یا را واستوی یو استازے نو ور ورسوی دَ هغهٔ پهٔ حکم څهٔ چې غواړی، ف۷۰ بېشکه هغه دَ ټولو نه لوړ دے دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۷۱

ف۷۰: هېڅ یو بنیادم دَ خپل موجوده طاقتونو پهٔ بنا دا طاقت نهٔ لری چې دَ الله سره پهٔ دې دنیا کښې مخامخ خبرې وکړې شی نو دَ یو بنده سره دَ الله دَ خبرو درے طریقې دی۔

(۱) چې پهٔ خپله ورسره دَ پردې شاه ته خبرې وکړی ۔ پېغمبر پهٔ خپلو غوږو دَ الله کلام اوری خو دَ هغهٔ دیدار نهٔ شی کؤلے لکه حضرت موسٰیؑ سره ېٔ چې پهٔ کوه طور خبرې کړے وې اؤ دَ نبی کریمﷺ سره ېٔ دَ معراج پهٔ شپه (پهٔ آسمان کښې) کړے وې ۔

(۲) چې الله تعالیٰ دَ پېغمبر سره دَ فرښتې پهٔ واسطه خبرې وکړی خو فرښته پهٔ ظاهری شکل کښې موجود نهٔ وی لکه یو بنده چې دَ بل سره مخامخ یو بل وینی اؤ خبرې کوی بلکې فرښته براه راست دَ نبی پهٔ زړهٔ کښې نزول وکړی ۔ نبی پهٔ زړهٔ سره دَ فرښتې ادراک هم کوی اؤ دَ هغې دَ آواز هم ۔ ظاهری حواسو ته پهٔ دې ادراک کښې څهٔ دخل نهٔ وی (علامه عثمانی فرمائی) هم دَ دغې شکل نه پهٔ حدیثِ عائشهؓ کښې پهٔ دې الفاظو تعبیر شوے دے۔

یَأْتِیْنِیْ مِثْلِ صَلْصَلَةِ الْجَرَسِ ۔

(دا چې پهٔ ما لکه دَ جرس دَ آواز وحې راځی)

اؤ دَ صحیح بخاری دَ بدء الوحی پهٔ بابونو کښې دَ وحې پهٔ دغه شکل کښې دَ فرښتې دَ راتلو صراحت شوے دے اؤ هم دغې طریقې ته پهٔ حدیث کښې هُوَ اَشَدُّہُ عَلَیَّ وئیلی شوی دی ۔ (چې پهٔ دې طریقه وحې راتلل پهٔ ما ډېر سخت وی) اؤ شاید چې دَ قرآن وحې اکثر پهٔ دغه طریقه شوے ده ۔ لکه نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ۝ عَلٰی قَلْبِكَ اؤ فَاِنَّهٗ نَزَّلَهٗ عَلٰی قَلْبِكَ وغېره آیتونو کښې دَ قلب پهٔ لفظ کښې دَ وحې دغې طریقې ته اشاره ده ۔ اؤ چونکې دا معامله بالکل پټه وی اؤ صرف دَ پېغمبر پهٔ زړهٔ کښې وی ، بهر بل سړے پهٔ سترګو څهٔ نهٔ وینی اؤ نهٔ آواز اوری ځکه پهٔ دې طریقه وحې ته پهٔ دې آیت کښې دَ وَحْیًا لفظ راغلے دے چې پهٔ لغت کښې ېٔ معنٰی ده پټوالے اؤ اشاره ۔

(۳) دریٔمه طریقه ېٔ دا ده چې فرښته دَ بنده پهٔ شکل کښې راشی اؤ لکه دَ سم بنده دَ پېغمبر سره مخامخ خبرې وکړی نور خلق ېٔ هم واؤری لکه چې حضرت جبریل علیه السّلام یو څو ځله رسول کریمﷺ ته پهٔ خپل اصلی شکل کښې راغلے دے اؤ اکثر به دَ یو مشهور صحابی حضرت دحیه کلبیؓ پهٔ شکل راتلو اؤ کله کله به دَ یو ناشنا سړی پهٔ شکل راغلو چې مجلس کښې ناستو نورو خلقو به هم لیدو اؤ دَ هغهٔ خبرې به ېٔ هم اورېدې ۔ دَ حضرت عائشېؓ پهٔ حدیث کښې چې دَ وحې کوم دوه قسمه بیان شوی دی هغې کښې یو دا دے اؤ دغې ته پهٔ دې آیت کښې اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا الخ سره تعبیر شوے دے ۔ باقی دغه دویٔم قسم ډېر پټ وهٔ ځکه دَ عائشېؓ پهٔ حدیث کښې هغه نهٔ دے بیان شوے ۔ والله اعلم ۔

ف۷۱: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ عظمت اؤ لوییٔ پهٔ وجه ورسره څوک مخامخ خبرې نهٔ شی کؤلے ۔ ځکه پهٔ واسطه دَ خبرو کؤلو طریقې اختیار شوې ۔

وَ كَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا١ؕ مَا كُنْتَ تَدْرِیْ مَا الْكِتٰبُ وَ لَا الْاِیْمَانُ وَ لٰكِنْ جَعَلْنٰهُ نُوْرًا نَّهْدِیْ بِهٖ مَنْ نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا١ؕ وَ اِنَّكَ لَتَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍۙ۝۵۲

ترجمه: هم دغه شان را واستؤله مونږ تا ته یوه فرښته پهٔ خپل حکم ف۷۲ تا نهٔ پېژندو چې څهٔ وی کتاب اؤ نهٔ ایمان ف۷۳ لېکن مونږ ګرځؤلے ده دا یوه رڼا چې لار ښیو پرې چا ته چې وغواړو پهٔ خپلو بندیانو کښې ف۷۴ اؤ بېشکه تهٔ رهنمائی کوې دَ سمې لارې ، ف۷۵

ف۷۲: شیخ الهندؒ دلته دَ روح معنٰی فرښته کړے ده ۔ یعنی جبریلؑ اؤ ځنو نورو مفسرانو هم دغه خیال دے لېکن ظاهره دا ده چې دلته دَ روح نه مراد خپله قرآن دے چې مړهٔ زړونه پرې ژوندی کیږی ۔

ف۷۳: یعنی ایمان اؤ دَ ایمان کارونه دَ کومو پوره تفصیل چې درته دَ وحې پهٔ ذریعه معلوم شو دا درته مخکښې نهٔ وهٔ معلوم اګر کهٔ نفسِ ایمان پهٔ هر وخت کښې وهٔ ۔

ف۷۴: یعنی دَ قرآن پهٔ رڼا کښې څوک چې مونږ غواړو دَ نیکیٔ پهٔ لاره ېٔ روانوؤ۔

ف۷۵: یعنی تهٔ خو دَ قرآن پهٔ ذریعه خلقو ته نیغه لار ښیې ۔ څوک ورباندې روانیږی اؤ کهٔ نه ۔

صِرَاطِ اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ اَلَاۤ اِلَی اللّٰهِ تَصِیْرُ الْاُمُوْرُ۠۝۵۳

ترجمه: لار دَ هغه الله چې دَ هغهٔ دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ف۷۶ واؤریٔ هم الله ته ور رسی ټول کارونه ۔ ف۷۷

ف۷۶: یعنی سمه نېغه لار هغه ده چې بنده پرې یو الله ته ورسی څوک چې دَ دې لارې نه خطا شو هغه ګمراه شو ۔

ف۷۷: یعنی هر کله چې دَ ټولو کارونو انجام هغهٔ ته راګرځی نو بنده ته پکار دی چې دَ وخته دغې انجام ته فکر وکړی اؤ پهٔ خپله رضا هغه لار اختیار کړی پهٔ کومه چې الله ته رسی۔ (اللهم اهدنا الصراط المستقیم)

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الزُّخْرُفُ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ تَسْعٌ وَّ ثَمَانُوْنَ اٰیَۃً وَّ سَبْعُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ زخرف پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے پهٔ دې کښې نهه اتیا (۸۹) آیتونه اؤ ووهٔ(۷) رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

حٰمٓۚۛ۝۱

ترجمه: حا ۔ میم ۔

وَ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِۙۛ۝۲

ترجمه: قسم دے دَ دې واضح کتاب ،

اِنَّا جَعَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَۚ۝۳

ترجمه: مونږ ګرځؤلے دے (دغه کتاب) قرآن پهٔ عربیٔ ژبه کښې چې تاسو پوهه شیٔ ۔ ف۱

ف۱: ځکه چې عربی ستاسو مورنۍ ژبه ده ، تاسو پرې ځان پوهه کړیٔ نو نور خلق به ېٔ له تاسو نه زده کړی ۔

وَ اِنَّهٗ فِیْۤ اُمِّ الْكِتٰبِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَكِیْمٌؕ۝۴

ترجمه: اؤ بېشکه دغه قرآن پهٔ لوحِ محفوظ کښې زمونږ سره ډېر لوړ اؤ مضبوط دے۔ ف۲

ف۲: یعنی دَ خپل فصاحت بلاغت اؤ اعجاز پهٔ وجه ېٔ مرتبه ډېره وچته ده اؤ دَ ردو بدل نه محفوظ دے پهٔ دې مستحکم اؤ مضبوط دے ۔ دَ دې دلیلونه ډېر واضح اؤ مضبوط دی اؤ احکام ېٔ صفا اؤ غیر منسوخ دی ۔ هېڅ یوه خبره ېٔ دَ حکمت نه خالی نهٔ ده ۔ ټول مضامین ېٔ دَ اعلیٰ خوبو نه ډک دی۔

تنبیه: قرآن حکیم اؤ ټول آسمانی کتابونه دنیا ته دَ راتلو نه مخکښې پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلی شوی دی ۔

اَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا اَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِیْنَ۝۵

ترجمه: آیا مونږ به وګرځوؤ دغه کتاب دَ تاسو نه واپس پهٔ دې وجه چې تاسو ییٔ یو قوم دَ حد نه وتونکے ۔ ف۳

ف۳: شاه صاحبؒ لیکلی دی آیا پهٔ دې وجه چې تاسو ېٔ نهٔ منیٔ مونږ به وحې راستؤل بند کړو ۔ دا طمع مهٔ کویٔ ۔ دَ الله تعالیٰ فضل اؤ کرم دا غواړی چې کهٔ تاسو انکار کویٔ هم چې هغه دې خپل کتاب اؤ نصیحت راستؤل بند نهٔ کړی ځکه چې ډېرو نیک بختو ته ترېنه فائده رسی ۔

وَ كَمْ اَرْسَلْنَا مِنْ نَّبِیٍّ فِی الْاَوَّلِیْنَ۝۶

اؤ ډېر نبیان مونږ راستؤلی دی پهٔ وړومبیو قومونو کښې ،

وَ مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۝۷

ترجمه: اؤ نهٔ دے راغلے دې خلقو ته یو استازے هم داسې چې دوی ورپورې خندا نهٔ وی کړے ۔ ف۴

ف۴: یعنی پهٔ تېرو رسولانو پورې هم مسخرې شوی دی اؤ دروغژن ورته وئیلی شوی دی خو الله تعالیٰ دَ وحې اؤ رسولانو راستؤلو سلسله بنده نهٔ کړه ۔ دغه شان اوس کهٔ مشرکان ورپورې مسخرې کوی هم دَ قرآن نزول به جاری وی ۔

فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّ مَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ۝۸

ترجمه: بیا مونږ تباه کړل دَ دوی نه زیات طاقتور قومونه اؤ تېر شوے دے مثال دَ وړومبیو قومونو ۔ ف۵

ف۵: یعنی دَ عبرت اؤ سبق اخستو دپاره دَ تېرو قومونو دَ تباهیٔ مثال موجود دے ۔ هغوی پهٔ زور قوت کښې له تاسو نه ډېر زیات وو خو دَ الله دَ عذاب نه بچ نهٔ شو ۔ نو تاسو بیا پهٔ څهٔ دومره غاوره ییٔ ۔ مخکښې دَ الله تعالیٰ هغه قدرتونه بیانیږی کوم چې کافرو هم منل ۔

وَ لَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُۙ۝۹

ترجمه: اؤ کهٔ تهٔ دَ دوی نه تپوس وکړې چې چا جوړ کړی دی آسمانونه اؤ زمکه نو دوی به ووائی دا جوړ کړی دی یو زبردست خبردار ،

الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّ جَعَلَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَۚ۝۱۰

ترجمه: (الله) هم هغه دے چا چې جوړه کړے ده تاسو دپاره زمکه فرش اؤ جوړې کړے ېٔ دی پهٔ دې کښې لارې دپاره دَ دې چې تاسو لار بیا مومیٔ ۔ ف۶

ف۶: یعنی چرته چې آبادیٔ وی چې یو بل ته دَ رسېدو لارې معلومې کړی اؤ خپل دَ دنیا کاروبار چلؤل ورته آسان شی ۔

وَ الَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءًۢ بِقَدَرٍ١ۚ فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا١ۚ كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ۝۱۱

ترجمه: اؤ چا چې راکوزې کړی دی دَ آسمان نه اوبهٔ پهٔ اندازه ف۷ بیا مو را ژوندیٔ کړه پهٔ هغې یوه زمکه مړه ، هم دغه شان به تاسو هم راویستې شیٔ ۔ ف۸

ف۷: یعنی پهٔ یوه خاصه اندازه څومره چې دَ هغهٔ دَ حکمت موافق مناسب اؤ دَ هغهٔ پهٔ علم کښې مقرر وی ۔

ف۸: یعنی څنګه چې مړه زمکه پهٔ باران ژوندیٔ کوی دغه شان به ستاسو پهٔ مړو بدنونو کښې ساه واچوی اؤ دَ قبرونو نه به مو راپورته کړی ۔

وَ الَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَ جَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَ الْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَۙ۝۱۲

ترجمه: اؤ چا چې پیدا کړی دی دَ هر څیز جوړې ف۹ اؤ جوړې کړی ېٔ دی تاسو دپاره کشتۍ اؤ څاروی چې تاسو پرې سورلی کویٔ ،

ف۹: یعنی پهٔ دنیا کښې چې دَ څیزونو څومره جوړې اؤ څومره قسمونه دی ، دا ټول الله تعالیٰ پیدا کړی دی بل خالق نشته بې دَ الله نه ۔

لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَ تَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَ مَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَۙ۝۱۳

ترجمه: چې سوارهٔ شیٔ دَ هغوی پهٔ شاګانو ف۱۰ بیا یاد کړیٔ دَ خپل رب احسان کله چې پرې ښهٔ برابر کښېښنیٔ اؤ وواییٔ پاک دے هغه ذات چا چې را قابو کړل مونږ ته دا (څیزونه) اؤ مونږ دا نهٔ شو قابو کؤلے ۔ ف۱۱

ف۱۰: یعنی پهٔ خشکه دَ ځنو څارویو پهٔ شا سورېږیٔ اؤ پهٔ دریاب کښې پهٔ کشتیو اؤ جهازونو سورلی کویٔ ۔

ف۱۱: یعنی پهٔ څاروی یا کشتیٔ چې سوریږیٔ نو دَ الله دا احسان یاد لریٔ چې هم تاسو ته دا عقل اؤ هنر درکړے دے چې دا څیزونه مو تابع کړل اؤ کار ترې اخلیٔ ۔ دا خالص دَ الله فضل اؤ احسان دے چې بنده ته ېٔ دومره عقل اؤ هنر ورکړے دے ګنی دَ بنده څهٔ طاقت وهٔ چې دا غټ غټ څاروی به ېٔ قابو کؤل یا به دَ اوبو پهٔ سر ګرځېدل ۔ پهٔ زړهٔ کښې دَ الله احسان یادؤلو سره سره پهٔ ژبه هم دا حمد وئیل پکار دی ۔

سُبْحَانَ الَّذِیْ سَخَّرَلَنَا هٰذَا وَمَا کُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ وَ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ۝

دې نه علاوه پهٔ احادیثو کښې داسې وخت دپاره نور ذکرونه هم راغلی دی ۔

وَ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ۝۱۴

ترجمه: اؤ مونږ خپل رب ته واپس کېدونکی یو ، ف۱۲

ف۱۲: یعنی دَ دې سفر پهٔ وخت دَ آخرت سفر را یاد کړیٔ اؤ ځان ورته تیار کړیٔ ۔ رسول اکرمﷺ به دَ سورلۍ پهٔ وخت دا آیت وې ۔

وَ جَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا١ؕ اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌؕ۠۝۱۵

ترجمه: اؤ مقرر کړے دے دې خلقو الله دپاره دَ هغهٔ پهٔ بندیانو کښې اولاد ، بېشکه انسان ډېر ناشکره دے څرګند ،

اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّ اَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ۝۱۶

ترجمه: آیا هغهٔ ساتلی دی ځان ته پهٔ خپل مخلوق کښې لوڼه اؤ تاسو ته ېٔ پهٔ خوښه درکړی دی ځامن ۔ ف۱۳

ف۱۳: یعنی پکار خو دا وه چې بنده دَ الله دَ دې نعمتونو قدر کړے وې اؤ دَ الله شکرګذار وې لېکن دې ناشکره انسان دَ احسان منلو پهٔ ځائې دا شوخی شروع کړه چې الله ته ېٔ دَ اولاد نسبت وکړو اؤ هغه هم لوڼه ۔ نو اوله غلطی خو دا ده چې اولاد دَ پلار جز وی نو دَ الله دپاره اولاد منلو معنٰی خو دا شوه چې هغه (نعوذ بالله) مرکب دے ۔ اؤ هر مرکب حادث وی ۔ بل دا چې دَ اولاد اؤ دَ پلار جنس یو وی اؤ دَ مخلوق اؤ خالق ترمینځه دَ هېڅ جنس شراکت نشته۔ دریٔم دا چې جینکۍ دَ طاقت پهٔ لحاظ دَ هلکانو نه کمزورے اؤ کم عقلې وی نو بالفرض کهٔ الله ځان ته اولاد پیدا کؤلے نو هلکان ېٔ ولې نهٔ پیدا کؤل چې جینکۍ ېٔ پیدا کؤلے ۔ تاسو ته شرم نهٔ درځی چې ځان دپاره خو مو جینکۍ بدی شی ۔ کهٔ چا ته دَ لور خبر ورکړې شی نو ټوله ورځ خفه وی اؤ دَ الله دپاره لوڼه منیٔ ۔

وَ اِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّ هُوَ كَظِیْمٌ۝۱۷

ترجمه: اؤ حال دا دے چې کهٔ پهٔ دوی کښې یو کس ته خبر ورکړې شی دَ هغه څیز چې دوی ېٔ الله ته نسبت کوی نو ټوله ورځ ېٔ مخ تور وی اؤ زړهٔ ېٔ تنګ وی، ف۱۴

ف۱۴: یعنی دَ کومو لوڼو نسبت چې الله ته کویٔ نو هغه خو تاسو ځان دپاره دومره بدې ګڼیٔ اؤ داسې مو ناخوښه وی چې کهٔ چا ته دَ لور خبر درکړې شی نو دَ خفګانه ېٔ دَ مخ رنګ بدل شی اؤ زړهٔ ېٔ سخت خفه شی ۔ داسې یو آیت دَ سورتِ صافات پهٔ آخری رکوع کښې تېر شوے دے ، دَ هغې فوائد وګوریٔ ۔

اَوَ مَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَ هُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ۝۱۸

ترجمه: آیا هغه (لوڼه الله ته نیسیٔ) کومې چې پهٔ کالیو کښې پاللې شی اؤ دَ جنګ (پهٔ وخت) خبره (هم) نهٔ شی کؤلے ۔ ف۱۵

ف۱۵: آیا الله تعالیٰ هغه لوڼه ځان دپاره خوښې کړی دی ۔ (کومې چې دَ ستاسو ناخوښه دی) اؤ کومې چې پهٔ کالیو اؤ دَ ښائست پهٔ نورو اسبابو کښې پرورش مومی ۔ اؤ دَ آرام طلبیٔ پهٔ وجه ېٔ بدن هم کمزورے وی ، عقل ېٔ هم کم وی اؤ دَ قوّتِ فکر دَ کمی پهٔ وجه پهٔ بحث کښې صفا خبره نهٔ شی کؤلے ۔ یعنی پهٔ هر کار کښې فطرةً کمزورے وی ۔ دَ ښځو عادت دے چې بې مطلبه وږدې اؤ فضول خبرې ډېرې کوی ۔ پهٔ دې وجه پهٔ مباحثه کښې ېٔ دلیلونه اکثر صفا نهٔ وی ، بې مطلبه خبرې پکښې ډېرې وی ۔ دَ مباحثې پهٔ وخت بیان کښې زور اؤ مضبوطیا ته ډېر ضرورت وی ځکه دلته دَ مباحثې ذکر وشو۔ مقصد ترېنه عام دے ۔ (چې ښځې خپله خبره پهٔ صفا اؤ واضح دلیل نهٔ شی ثابتؤلے)

وَ جَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا١ؕ اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ١ؕ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَ یُسْـَٔلُوْنَ۝۱۹

ترجمه: اؤ جوړې کړې دوی دَ هغې فرښتو نه چې دَ الله (خاصې) بندیانې دی ښځې، ف۱۶ آیا دوی لیدل دَ هغې جوړېدل ، اوس به لیکلے ساتلی شی دَ دوی دا خبره اؤ دَ دوی نه به ېٔ تپوس کیږی ۔ ف۱۷

ف۱۶: یعنی دا دَ مشرکانو زیاتی دروغ دی چې فرښتو ته ښځې وائی حالانکې هغه نهٔ ښځې دی نهٔ سړی بلکې دَ هغوی جنس دَ دې دواړو نه جدا ځان ته دے ۔

ف۱۷: یعنی دوی سره دَ خپلې دې دعوې پهٔ ثبوت کښې نهٔ څهٔ عقلی دلیل شته نهٔ نقلی نو آیا کوم وخت چې الله فرښتې جوړؤلے دوی هغه وخت خپله موجود وو اؤ لیدې ېٔ چې ښځې دی اؤ کهٔ هسې دَ ځان نه بیان جوړوی ۔ ښهٔ ده وائی دے چې څهٔ ېٔ خوښه وی ، دَ دوی دا خبرې دَ دوی پهٔ عمل نامه کښې لیکلے شی ۔ کوم وخت چې دَ الله پهٔ دربار کښې حاضر شی نو دَ خپلو دروغو پته به ورته ولګی ۔ هلته به ترېنه تپوس کیږی ۔ (اؤ دَ دروغو سزا به ورکؤلے شی)

وَ قَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ١ؕ مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ١ۗ اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَؕ۝۲۰

ترجمه: اؤ دا مشرکان وائی کهٔ الله غوښتے نو مونږ به عبادت نهٔ وهٔ کړے (دَ دې باطلو معبودانو)، ف۱۸ دوی ته دَ دې هېڅ پته نشته دا ټول هسې اټکل چلوی، ف۱۹

ف۱۸: دا ېٔ لا بله شوخی ۔ دَ خپلو مشرکانه خبرو دپاره یو عقلی دلیل هم پیش کوی ۔ وائی چې هر څهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دی نو کهٔ زمونږ دا خبرې اؤ دا دَ بتانو عبادت دَ الله خوښ نهٔ وې نو مونږ به ېٔ ترې منع کړی وو کنه ۔ اؤ چې مونږ ېٔ دومره کوؤ اؤ هغه مو منع کوی نه نو معلومه شوه چې دا کارونه دَ هغهٔ خوښ دی ۔

ف۱۹: یعنی دا خو رښتیا ده چې بې دَ الله دَ رضا نه هېڅ نهٔ کیږی لېکن دې نه دا نهٔ ثابتیږی چې هر کار چې مونږ وکړو هغه به ضرور زمونږ دپاره بهتر هم وی ۔ کهٔ داسې شی نو دَ دنیا نه به دَ شر وجود ختم شی ۔ هر ظالم اؤ بدکار به دا وائی چې دا کار ښهٔ وهٔ کهٔ خراب وې نو زهٔ به ېٔ الله کؤلو ته نهٔ پرېښوې ۔ چې کؤلو ته ېٔ پرېښؤم نو معلومه شوه چې دا کار ښهٔ دے ۔ بهرحال مشیٔت اؤ رضا دوه جدا جدا څیزونه دی ۔ دَ دې پوره بیان پهٔ اتمه (۸) پاره کښې دَ نیمې نه وړاندې دَ آیت ”سَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اَشْرَکُوْا لَوْ شَآءَ اللهُ مَاۤ اَشْرَکْنَا“ پهٔ تفسیر کښې تېر شوے دے هغه وګوریٔ ۔

اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ۝۲۱

ترجمه: آیا مونږ ورکړے دے دوی ته کتاب دَ دې نه وړاندې نو دوی هغه کتاب مضبوط نیؤلے دے ،

بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّ اِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ۝۲۲

ترجمه: بلکې دوی وائی مونږ موندی دی خپل پلار نیکهٔ پهٔ یوه لاره اؤ مونږ هم دَ هغوی پهٔ پل روان یو، ف۲۰

ف۲۰: یعنی دَ عقلی دلیل حال خو معلوم شو ۔ دا پرېږدیٔ اوس دا وواییٔ چې څهٔ کتاب درسره داسې شته؟ چې الله پکښې دا وئیلی دی چې شرک زما خوښ دے؟ ظاهره ده چې داسې هېڅ سند ورسره نشته ۔ هم هغه دَ خپلو پلارانو نیکونو پهٔ قدم پهٔ پټو سترګو تلل ېٔ یو دلیل دے ۔ چې پهٔ هره زمانه کښې ټول مشرکان خپلو پېغمبرانو ته پیش کوی ۔ مخکښې بیا دَ هغې تفصیل دے ۔

وَ كَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ١ۙ اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّ اِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ۝۲۳

ترجمه: اؤ دغه شان څوک چې مونږ راستؤلے دے له تا نه مخکښې ویرؤنکے یو کلی ته نو وئیلی دی دَ هغې کلی مالدارو خلقو مونږ موندی دی خپل پلار نیکهٔ پهٔ یوه لاره اؤ مونږ هم دَ هغوی پهٔ پل روان یو ،

قٰلَ اَوَ لَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ١ؕ قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ۝۲۴

ترجمه: هغهٔ ووې اګر کهٔ زهٔ وښیم تاسو ته دَ هغې نه زیاته دَ فائدې لار پهٔ کومه چې تاسو خپل پلار نیکهٔ موندی دی ، ف۲۱ نو هغوی به ورته هم دغه وې مونږ ستا ښودلے لار نهٔ منو ، ف۲۲

ف۲۱: یعنی پېغمبر ورته ووې کهٔ ستاسو دَ پلار نیکهٔ دَ لارې نه ښهٔ کار درته وښیم نو بیا به ېٔ هم نهٔ منیٔ؟ هم هغه شان خپله به واییٔ ۔

ف۲۲: یعنی هر څهٔ چې وی کهٔ ستا دا طریقه دَ زړې نه ښهٔ وی هم مونږ ېٔ نهٔ منو اؤ خپله زړه طریقه نهٔ پرېږدو ۔

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ۠۝۲۵

ترجمه: بیا مونږ دَ هغوی نه بدله واخسته نو وګوره چې څهٔ انجام شو دَ تکذیب کؤنکیو ،

وَ اِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَ قَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَۙ۝۲۶

ترجمه: اؤ کوم وخت چې ووې ابراهیم خپل پلار اؤ دَ هغهٔ قوم ته زهٔ جدا یم دَ هغه څیزونو نه چې تاسو ېٔ عبادت کویٔ ۔

اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ۝۲۷

ترجمه: مګر چا چې زهٔ پیدا کړے یم اؤ هم هغه راته سمه لار ښئی ف۲۳

ف۲۳: یعنی دَ کومو څیزونو چې تاسو عبادت کویٔ زهٔ ترې ویزاره یم ۔ زما تعلق خو صرف هغه الله سره دے چا چې زهٔ پیدا کړے یم اؤ هم هغه راته سمه لار ښئی تر آخره به پهٔ هغې روان یم ۔

تنبیه: دا قصه دلته دې دپاره بیان شوه چې وګوریٔ ستاسو مشر نیکهٔ ابراهیم خلیل الله دَ خپل پلار نیکهٔ غلطه لار پریٔښې وه اؤ دَ توحید پهٔ لار روان وهٔ نو تاسو هم دغه شان وکړیٔ ۔ ستاسو پلار نیکهٔ غلطه لار خطا کړے ده ۔ توحید ېٔ پریٔښې دے کوم چې دَ ابراهیمؑ تعلیم وهٔ ، اؤ دَ بتانو عبادت ېٔ شروع کړے دے ۔ نو تاسو ته چې پېغمبر آخر الزمان کومه دَ توحید نېغه لار ښئی هم دغه ستاسو دَ مشر نیکهٔ ابراهیم لار ده ۔ اوس تاسو دا غلطه لار پرېږدیٔ اؤ لکه دَ هغهٔ پهٔ نېغه لار روان شیٔ ۔ ابراهیمؑ خپل اولاد ته وصیت کړے وهٔ چې دَ یو الله نه غیر دَ بل چا عبادت ونهٔ کړیٔ ۔ وَ وَصّٰی بِهَاۤ اِبْرٰهٖمُ بَنِیْهِ وَ یَعْقُوْبُ ۔ (سورتِ بقره ، رکوع ۱۶)

وَ جَعَلَهَا كَلِمَةًۢ بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۲۸

ترجمه: اؤ هم دغه خبره ېٔ وروستو پرېښوه خپل اولاد ته دپاره دَ دې چې رجوع شی (الله ته) ف۲۴

ف۲۴: یعنی چې دَ یو بل نه دَ توحید بیان اؤ دلیلونه واوری نو الله ته رجوع وکړی ۔

بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَ اٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ۝۲۹

ترجمه: هېڅ هم نهٔ دی خو ما مهلت ورکړو دوی ته اؤ دَ دوی نیکونو ته تر دې چې را ورسېدو ورته رښتونے دین اؤ رسول صفا صفا بیانؤنکے ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی افسوس دے چې دَ ابراهیمؑ اولاد دَ هغهٔ وصیت هېر کړو ، دَ توحید لار ېٔ پرېښوه بلکې الله چې پهٔ خپل فضل دَ دنیا کوم سامان ورکړے وهٔ دَ هغې مزو داسې غافله کړل چې الله ېٔ هېر کړو تر دې چې کله الله تعالیٰ دَ دوی دَ بېدارؤلو دپاره خپل پېغمبر اؤ حق کلام را واستؤلو ۔ هغهٔ ورته دَ الله کلام صفا صفا واورؤلو اؤ روښانه دلیلونه ېٔ ورته پېش کړل نو دوی بیا هم دَ غفلت نه بیدار نهٔ شو اؤ دَ هغهٔ پهٔ خبرو ېٔ یقین ونهٔ کړو ۔

وَ لَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّ اِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ۝۳۰

ترجمه: کوم وخت چې دوی ته را ورسېدو رښتونے دین دوی ووې دا خو جادو دے اؤ مونږ ېٔ نهٔ منو ف۲۶

ف۲۶: یعنی قرآن ته ېٔ جادو ووې اؤ دَ هغې دَ منلو نه ېٔ انکار وکړو ۔

وَ قَالُوْا لَوْ لَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ۝۳۱

ترجمه: اؤ وائی (دا مشرکان) ولې نازل نهٔ شو دا قرآن پهٔ یو لوی سړی باندې پهٔ دې دواړو کلو کښې ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی کهٔ الله زمونږ دَ هدایت دپاره کتاب راستؤلو نو دَ مکّې یا طائف پهٔ یو لوئے سردار به ېٔ نازل کړے وهٔ چې زمونږ پرې باور شوے وے ۔ نو مونږ دا څنګه ومنو چې الله داسې غټ غټ سرداران پرېښؤل اؤ دَ خپلې پېغمبریٔ دپاره ېٔ دا یو غریب یتیم خوښ کړو ۔

اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ١ؕ نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ رَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا١ؕ وَ رَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ۝۳۲

ترجمه: آیا دوی ویشی ستا دَ رب رحمت ف۲۸ مونږ ویشلے دے پهٔ دوی باندې رزق دَ دنیا پهٔ ژوند کښې اؤ پورته کړی دی مونږ دَ ځنو درجې پهٔ ځنو اؤ چې جوړ کړی دَ یو بل نه خدمتګار ف۲۹ اؤ ستا دَ رب رحمت بهتر دے دَ هغې ټولو څیزونو نه چې دوی ېٔ راغونډوی ، ف۳۰

ف۲۸: یعنی الله دَ پېغمبر اؤ رسول غوره کؤلو اختیار تاسو ته درکړے دے څهٔ چې دومره خبرې پکښې کویٔ؟ دَ هغهٔ اختیار دے اؤ دَ هغهٔ خوښه ده چې دَ دې وچتې مرتبې دپاره ېٔ څوک مناسب ګڼلو هغهٔ ته ېٔ ورکړو ۔

ف۲۹: یعنی دا دَ الله تقسیم دے اؤ دَ هغهٔ اختیار دے څوک مالدار کوی اؤ څوک غریب کوی چې دَ هغې مالدار خدمت کوی ۔

ف۳۰: یعنی دَ نبوت اؤ رسالت مرتبه خو دَ دنیا دَ مال دولت نه ډېره وچته ده ۔ نو هر کله چې الله تعالیٰ دَ دنیا مال اؤ مرتبه دَ خلقو پهٔ خوښه نهٔ ده تقسیم کړے نو پېغمبری دَ خلقو پهٔ خوښه څنګه چا ته ورکړی ۔ مخکښې بیا دَ دنیا دَ سامان اؤ مال دولت بې حقیقته کېدل څرګند دی ۔

وَ لَوْ لَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّ مَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَۙ۝۳۳

ترجمه: اؤ نهٔ وې دا خبره چې شی به ټول خلق پهٔ یو دین نو مونږ به ورکړی وو هغې خلقو ته چې منکر دی دَ الله نه دَ هغوی دَ کورونو دپاره چتونه دَ سپینو زرو اؤ پوړۍ چې وربادې خیژی ،

وَ لِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّ سُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَۙ۝۳۴

ترجمه: اؤ دَ هغوی دَ کورونو دپاره دروازې اؤ تختونه چې ورباندې ېٔ ډډه وهلی وی ،

وَ زُخْرُفًا١ؕ وَ اِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ؕ وَ الْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ۠۝۳۵

ترجمه: اؤ ښائستونه ډېر ، ف۳۱ دا ټول هېڅ نهٔ دی خو دَ دنیا دَ ژوند سامان دے ، اؤ آخرت دَ ستا دَ رب سره دَ پرهیزګارو دپاره دے ۔ ف۳۲

ف۳۱: یعنی دَ الله سره دَ دنیا دَ مال دولت هېڅ قدر نشته اؤ نهٔ ېٔ دَ دې ورکړه هغهٔ ته دَ مقبول کېدو دلیل دے ۔ دا خو دَ الله پهٔ نزد داسې بې قدره شے دے چې کهٔ دَ مصلحت نه خلاف نهٔ وې نو الله به کافرو ته دومره مال دولت ، سرهٔ زر اؤ سپین زر ورکړی وو چې دَ کورونو چتونه ، پوړۍ ، تختونه ، دروازې هر څهٔ به ېٔ دَ سرو اؤ سپینو جوړ کړی وو ۔ لېکن پهٔ دې طریقه به اکثرو خلقو دا خیال کړے وهٔ چې کفر کښې خو ډېرې فائدې دی نو ډېر خلق به کافران شوی وو نو ځکه ېٔ داسې ونهٔ کړهٔ ۔ یو حدیث دے کهٔ دَ دنیا قدر دَ الله سره دَ مچ دَ وزر هومره وې نو کافر ته به ېٔ یو ګوټ اوبهٔ هم نهٔ وې ورکړے ۔ نو کوم شے چې دَ الله پهٔ نظر کښې دومره سپک دے هغه دَ عزت اؤ مشریٔ سبب ګرځؤل څومره غلط کار دے ۔

حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی یعنی کافر هم دَ الله پیداوښت دے ۔ پهٔ آخرت کښې خو به همېشه پهٔ تکلیف اؤ عذاب کښې وی آخر چرته خو به ېٔ لږ آرام ورکؤلو نو پهٔ دنیا کښې ېٔ آرام ورکړو ۔

ف۳۲: یعنی دَ دنیا پهٔ آرام و راحت کښې خو مسلمان اؤ کافر دواړه شریک دی لېکن دَ آخرت آرام صرف دَ پرهیزګارو دپاره دے ۔

وَ مَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ۝۳۶

ترجمه: اؤ څوک چې سترګې واړوی دَ الله دَ یادو نه مقرر کړو مونږ پهٔ هغهٔ یو شیطان بیا ېٔ هغه ملګرے وی ۔ ف۳۳

ف۳۳: یعنی څوک چې دَ نصیحت نه سترګې پټوی اؤ دَ الله دَ ذکر نه غافل وی دَ هغهٔ دپاره یو خاص شیطان مقرر شی چې هر وخت ورته غلطه خبره ښائسته کوی اؤ دَ نیکیٔ نه ېٔ اړوی ۔ تر هغې ورسره وی چې تر څو ېٔ دوزخ ته نهٔ وی رسؤلے ۔

وَ اِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ۝۳۷

ترجمه: اؤ هغوی ېٔ منع کوی دَ سمې لارې نه اؤ دَ دوی دا خیال وی چې مونږ پهٔ سمه لار روان یو ۔ ف۳۴

ف۳۴: یعنی شیطان ېٔ دَ نیکې لار نه اړوی نو عقل ېٔ داسې خراب شی چې بیا دَ نیک اؤ بد فرق نهٔ شی کؤلے ۔

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَ بَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ۝۳۸

ترجمه: تر دې چې کله راشی زمونږ سره نو بیا وائی افسوس کهٔ زما اؤ ستا ترمینځه دَ مشرق اؤ مغرب هومره لرې والې وې څهٔ خراب ملګرے دے ۔ ف۳۵

ف۳۵: یعنی چې دَ الله پهٔ دربار کښې حاضر شی اؤ خپله عمل نامه ووینی نو هله به خبر شی چې دا څومره خراب ملګرے وهٔ ۔ پهٔ هغه وخت به دَ ډېر افسوس اؤ قهر نه وائی چې کاش مونږ دَ یو بل نه دومره جدا وې لکه مشرق اؤ مغرب اؤ یو ساعت هم چرته ملګری شوی نهٔ وې ۔ کم بخته اوس خو رانه لرې شه کنه ۔ شاه صاحبؒ فرمائی یعنی دنیا کښې خو ېٔ دَ شیطان خبره منله هلته به پرې بیا ستومانه وی ۔ دغه شان خراب ملګرے دَ چا سره بنیادم ملګرے شی اؤ دَ چا سره پېرے ۔

وَ لَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ۝۳۹

ترجمه: هېڅ فائدہ نشته تاسو ته نن ورځ هر کله چې تاسو ظالمان ثابت شویٔ پهٔ دې خبره کښې چې تاسو پهٔ عذاب کښې سره شریک ییٔ ف۳۶

ف۳۶: دَ دنیا دا قاعده ده چې کوم غم کښې ګڼ خلق ملګری وی نو دَ غم تکلیف ېٔ لږ کم وی ۔ مشهوره ده ۔ ”مرگِ انبوہ جشنے دارد“ (پهٔ ګڼه غم کښې هم خوشحالی وی) لېکن پهٔ دوزخ کښې به ټول شیطانان دَ بنیادمو اؤ دَ پېریانو اؤ دَ هغوی ټول تابعدار پهٔ تکلیف کښې سره شریک وی لېکن څهٔ فائده به ېٔ نهٔ وی ۔ هغه داسې سخت عذاب دے چې پهٔ داسې خبرو ېٔ تکلیف کښې څهٔ کمے نهٔ شی راتلې ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی کافران به وائی مونږ خو ېٔ دوزخ ته وغورزؤلو خو خیر دے دوی هم بچ نهٔ شو راسره پکښې پراتهٔ دی ۔ لېکن کهٔ هغوی هم دوزخ ته لاړل نو دوی ته ېٔ څهٔ خیر دے ۔

اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَ مَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۴۰

ترجمه: آیا تهٔ به واؤرې کڼو ته یا به لار وښیې ړندو ته اؤ هغه چا ته چې پهٔ څرګنده ګمراهیٔ کښې ټکرې وهی ۔

فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَۙ۝۴۱

ترجمه: بیا کهٔ چرې مونږ تا دَ دې ځائې نه بوځو نو مونږ خو دَ دوی نه (ضرور) بدله اخستونکی یو ،

اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ۝۴۲

ترجمه: اؤ کهٔ تا ته وښیو څهٔ وعده چې مو دوی سره کړے ده نو دا خبره زمونږ پهٔ اختیار کښې ده ،

فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ١ۚ اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۴۳

ترجمه: نو تهٔ مضبوط ونیسه هغه چې تا ته ېٔ حکم شوے دے بېشکه تهٔ ئ پهٔ نېغه لاره ۔ ف۳۷

ف۳۷: یعنی کوڼ ته خبره ارؤل ، ړوند ته لار ښودل اؤ څوک چې څرګنده ګمراهیٔ کښې ډوب وی هغه سمې لارې ته راګرځؤل ستا اختیار نهٔ دے ۔ البته دَ الله اختیار دے هغه کهٔ وغواړی نو ستا پهٔ آواز کښې دا تاثیر پیدا کؤلے شی ۔ بهرحال تهٔ دا غم مهٔ کوه چې خلق زما نصیحت ولې نهٔ اوری اؤ حق ولې نهٔ قبلوی ۔ دا ستا ذمه واری نهٔ ده ۔ ستا کار صرف تبلیغ دے ۔ تهٔ ورته دَ الله کلام صفا صفا اوروه اؤ نوره معامله ېٔ الله ته وسپاره هغه به ورته سزا ورکوی ۔ کهٔ ستا پهٔ ژوند ېٔ ورکړه تا ولیده اؤ کهٔ ستا دَ وفات نه پس ېٔ ورکړه ۔ بهرحال دَ الله دَ قبضې نه چرته وتے نهٔ شی ۔ دَ خپل عمل سزا به ضرور خوری هر کله چې وی ۔ ستا کار خو دومره دے چې کومه وحې درته راشی اؤ کوم حکم درکړې شی پهٔ هغې کلک ولاړ وسه نوره دنیا هر خوا چې ځی تهٔ ېٔ فکر مهٔ کوه ۔ تهٔ دَ الله پهٔ فضل پهٔ حقه لار روان ېٔ چې دَ دې لارې نه یوه ذره قدرې اخوا دېخوا نهٔ شې ۔

وَ اِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَ لِقَوْمِكَ١ۚ وَ سَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ۝۴۴

ترجمه: اؤ بېشکه دا قرآن یادګیرنه ده ستا اؤ ستا دَ قوم ، ف۳۸ اؤ مخکښې به له تاسو نه تپوس کیږی ۔ ف۳۹

ف۳۸: یعنی دا قرآن ستا دپاره اؤ ستا دَ قوم دپاره دَ غټ فضیلت سبب دے ۔ هم دَ دې پهٔ وجه به درته ډېر عزت اؤ خوشحالیٔ درکؤلے شی ۔ دَ دې نه غټ شرافت اؤ عزت به بل څهٔ وی چې دَ الله هغه کلام چې دَ ټولې دنیا دَ کامیابیٔ اؤ نجات ابدی قانون دے دَ دې قوم پهٔ ژبه نازل شو اؤ وړومبے مخاطب ېٔ دغه قوم دے ۔ کهٔ څهٔ عقل پکښې وی خو قدر به ېٔ وکړی اؤ دَ قرآن نصیتونه چې دَ ابدی نجات اؤ کامیابیٔ ذریعه ده پهٔ دې به ډېر پهٔ خوښه دَ هر چا نه اول عمل وکړی چې پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې دَ اعلیٰ مرتبو حقدار شی ۔

ف۳۹: یعنی مخکښې به درنه تپوس کیږی چې دَ دې نعمت مو څنګه قدر کړے وهٔ اؤ دَ دې احسان مو څهٔ شکریه ادا کړے وه ۔

وَ سْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ۠۝۴۵

ترجمه: اؤ تهٔ تپوس وکړه کوم رسولان چې مونږ راستؤلی دی له تا به مخکښې نو آیا مونږ چرته ساتلی دی دَ رحمٰن نه سوا نور خدایان چې عبادت ېٔ وشی ۔ ف۴۰

ف۴۰: یعنی ستا لار هم هغه ده کومه چې دَ نورو رسولانو وه ۔ دَ شرک تعلیم یو نبی هم نهٔ دے ورکړے ۔ نهٔ پهٔ یو آسمانی کتاب کښې چرته دَ شرک جواز شته۔ اؤ دا خبره چې تپوس ترې وکړه ۔ یعنی کله چې ېٔ ووینې لکه دَ معراج پهٔ شپه۔ یا دا چې دَ هغوی حال دَ کتابونو نه معلوم کړه ۔ بهرحال دَ تحقیقاتو نه به درته پوره پته ولګی چې پهٔ یو آسمانی مذهب کښې هم دَ شرک اجازت نشته ۔

وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ مَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۴۶

اؤ مونږ راستؤلے دے موسٰی دَ خپلو نښو سره فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم ته نو ورته ېٔ ووې زهٔ رسول یم دَ ټول جهان دَ رب ،

فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ۝۴۷

بیا کوم وخت چې ېٔ راؤړې هغوی ته زمونږ نښې نو هغوی ورپورې خندا شروع کړه ۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی پهٔ معجزو پورې به ېٔ خندل ۔

وَ مَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا١٘ وَ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۴۸

اؤ کومې نښې چې ورته مونږ ښودلې وې نو هره یوه دَ بلې نه غټه وه ، ف۴۲ اؤ مونږ راګېر کړل پهٔ تکلیف کښې چې دوی را وګرځی ۔ ف۴۳

ف۴۲: یعنی دَ خپل قدرت نښې اؤ دَ موسٰیؑ دَ صداقت دپاره مو هر قسم معجزې وښیٔلې ۔ (خو دوی پرې یقین ونهٔ کړو)

ف۴۳: پهٔ آخر کښې مو ورته داسې نښې وښیٔلې چې یو قسم دَ عذاب نمونې وې لکه پهٔ سورتِ اعراف کښې چې ذکر شوی دی: فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الطُّوْفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ اٰیَاتٍ مُّفَصَّلَاتٍ ۔

پهٔ دې غرض چې کهٔ وویریږی اؤ دَ شرک نه منع شی ۔ (خو پهٔ هغوی ېٔ هېڅ اثر ونهٔ کړو نو آخر ېٔ ډوب کړل)

وَ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ١ۚ اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ۝۴۹

بیا هغوی ووې اے جادوګره ف۴۴ سوال وکړه زمونږ دپاره خپل رب ته څنګه چې ېٔ درته ښودلے ده مونږ به ضرور پهٔ لار را واؤړو ۔ ف۴۵

ف۴۴: جادوګر به هغوی لوئے عالم ګڼلو ځکه چې پهٔ هغه زمانه کښې غټ علم سحر وهٔ ۔ نو شاید چې دَ خوشامندو نه ېٔ موسٰیؑ ته پهٔ خپل خیال دا دَ عزت نوم اخستې وی اؤ شاید چې پټ مطلب ېٔ دا هم وهٔ چې مونږ درته نبی اوس هم نهٔ وایو البته یو ماهر جادوګر دې منو ۔

ف۴۵: یعنی تا ته چې خپل رب دَ دعا کومه طریقه ښودلې ده پهٔ هغه طریقه ترېنه زمونږ دپاره دعا وغواړه چې دا سخته رانه لرې کړی ۔ کهٔ دا دعا دې قبوله شوه نو مونږ به ضرور درباندې ایمان راؤړو ۔ اؤ دا یقین به مو وشی چې تهٔ پهٔ رښتیا دَ الله رسول ئ ۔

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ۝۵۰

بیا کله چې مو ترېنه عذاب لرې کړو نو سمدستی ېٔ خپلې وعدې ماتې کړې ۔ ف۴۶

ف۴۶: یعنی چې هغهٔ الله ته سوال وکړو اؤ الله تعالیٰ قبول کړو ۔ دَ فرعونیانو نه ېٔ هغه تکلیف لرې کړو نو بیا سمدستی دَ خپل لوظ نه منکر شو اؤ ایمان ېٔ بیا هم رانهٔ وړو ۔

وَ نَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَ هٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ١ۚ اَفَلَا تُبْصِرُوْنَؕ۝۵۱

اؤ بیا ډنډوره وکړه فرعون پهٔ خپل قوم کښې وېٔ وئیل اے زما قومه! آیا زما پهٔ لاس کښې نهٔ دے دَ مصر حکومت اؤ آیا دا نهرونه نهٔ بهیږی زما دَ محل لاندې آیا تاسو نهٔ وینیٔ ۔ ف۴۷

ف۴۷: پهٔ دغه علاقه کښې دَ مصر بادشاه دَ ټولو نه لوئے بادشاه ګڼلې شو ۔ فرعون دَ مصر بادشاه وهٔ اؤ دَ دریائے نیل نه ېٔ خپل محل ته نهرونه راوستی وو ۔ دَ دې خبرې نه ېٔ مطلب دا وهٔ چې زهٔ دومره لوئے بادشاه یم نو دَ موسٰیؑ غوندې معمولی سړی خبره څنګه ومنم ۔ دا زما دَ شان نه خلاف ده ۔

اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ١ۙ۬ وَّ لَا یَكَادُ یُبِیْنُ۝۵۲

اؤ زهٔ یم بهتر دَ هغه سړی نه چې هېڅ عزت ېٔ نشته ، اؤ صفا خبرې هم نهٔ شی کؤلے ۔ ف۴۸

ف۴۸: یعنی دَ موسٰیؑ سره نهٔ مال دولت شته ۔ نهٔ حکومت اؤ لښکر دَ عزت ظاهری سامان ورسره هېڅ هم نشته ۔ تر دې چې خبرې هم صفا نهٔ شی کؤلے۔ (دَ موسٰیؑ ژبه پهٔ خبرو کښې نښته)۔

فَلَوْ لَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ۝۵۳

بیا ولې راپرې نهٔ وتې دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دَ سرو کړې یا به راغلے وې ورسره فرښتې پهٔ قطارونو ، ف۴۹

ف۴۹: وائی چې فرعون به خپله دَ سرو زرو کړې لاسونو کښې اچؤلے وې اؤ دَ کوم امیر یا وزیر نه چې به خوشحاله شو هغهٔ ته به ېٔ هم پهٔ انعام کښې دَ زرو کړې واچؤلې اؤ فوج به ورته پهٔ قطار ودرېدو سلامی به ېٔ ورته وکړه ۔ مطلب ېٔ دا دے چې زهٔ چې چا ته عزت ورکؤم نو داسې ورسره کؤم ۔ دې چې وائی زهٔ دَ الله محبوب پېغمبر یم نو (نعوذ بالله) دَ دهٔ الله دومره نهٔ شی کؤلے چې لاسونو کښې ورته دَ زرو کړې واچوی اؤ دَ فرښتو فوځ ورته سلامی وکړی ۔

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ۝۵۴

نو بې عقله ېٔ کړو خپل قوم بیا ېٔ هم دَ هغهٔ خبره ومنله ، بېشکه وهٔ دا قوم نافرمانه ۔ ف۵۰

ف۵۰: یعنی پهٔ دې خبرو ېٔ کم عقل عوام خطا کړل ۔ دَ هغهٔ خبره ېٔ ومنله اؤ پهٔ موسٰیؑ ېٔ ایمان رانهٔ وړو اصل خبره دا ده چې هسې هم دَ دې خلقو پهٔ طبیعت کښې نافرمانی پرته وه ۔ نو دَ لوندو خټو لږې اوبهٔ بهانه وې ۔

فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَۙ۝۵۵

نو کله چې ېٔ مونږ ته قهر راوستو ف۵۱ مونږ ترې بدله واخسته نو غرق مو کړل ټول ،

ف۵۱: یعنی داسې کارونه ېٔ وکړل چې اکثر دَ الله دَ غضب نازلېدو سبب ګرځی ۔

فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّ مَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ۠۝۵۶

نو کړل مو تېر هېر اؤ یو مثال دَ وروستو دپاره ۔ ف۵۲

ف۵۲: یعنی دَ وروستو خلقو دَ عبرت دپاره دا قصه دَ مثال پهٔ طور بیانیږی ۔

وَ لَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ۝۵۷

اؤ کله چې پیش کړې شی مثال دَ ابن مریم نو ستا قوم پهٔ دې شور جوړ کړی ،

وَ قَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ١ؕ مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا١ؕ بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ۝۵۸

اؤ وائی زمونږ معبودان بهتر دی کهٔ هغه (ابن مریم) ف۵۳ اؤ دا مثال چې تا ته پیش کوی نو دَ جګړې دپاره بلکې دا قوم دے جګړمار ،

ف۵۳: کله چې به دَ عیسٰی علیه السّلام ذکر راغلو نو دَ عربو مشرکانو به شور غوبل جوړ کړو اؤ قسم قسم چغې به ېٔ ویستې (چې دا خبره څوک وانهٔ وری) پهٔ ځنو احادیثو کښې راځی چې نبی کریمﷺ دَ قرآن شریف دا آیت تلاوت کړو ۔

اِنَّکُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللهِ حَصَبُ جَهَنَّمُ ۔

(سورتِ انبیاء ، رکوع ۷) (تاسو اؤ ستاسو معبودان دَ جهنم خشاک دے)

نو مشرکانو چغې شروع کړې چې عیسایان دَ حضرت مسیحؑ عبادت کوی اوس تهٔ ووایه چې ستا پهٔ خیال زمونږه معبودان ښه دی اؤ کهٔ مسیحؑ ۔ تهٔ به ضرور مسیح ته ښهٔ وائې ۔ نو ستا دَ دې وینا مطابق خو معلومیږی چې عیسٰیؑ به هم دوزخ ته ځی (نعوذ بالله) اؤ چې هغه ځی نو کهٔ زمونږ معبودان هم لاړ شی نو خیر دے ۔ یو روایت دے چې یو ځل رسول کریمﷺ وفرمائیل لَیْسَ اَحَدٌ یُعْبَدُ مِنْ دُوْنِ اللهِ فِیْهِ خَیْرٌ ۔ (دَ الله نه غیر دَ چا عبادت چې کیږی هغې کښې هېڅ خیر نشته) نو مشرکانو ووې دَ عیسٰیؑ خو هم عبادت کیږی هغه هم بې خیره دے څهٔ؟ ظاهره ده چې دَ حضور اکرمﷺ دَ دې الفاظو مطلب دَ هغې څیزونو پهٔ حقله وهٔ دَ څهٔ عبادت چې دا خلق کوی اؤ هغوی ېٔ دَ دې نه نهٔ منع کوی اؤ دَ خپلې ویزاریٔ اظهار هم نهٔ کوی ۔ مشرکان دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مطلب ښهٔ پوهېدل خو مطلب ېٔ هسې بحث جوړؤل اؤ جګړه پیدا کؤل وو ۔ ځکه به ېٔ خامخا دَ خبرو نه داسې معنې وستلې چې دَ ویونکی دَ مطلب مخالف به وې ۔کله به ېٔ وئیل چې بس معلومه شوه تهٔ هم زمونږ نه دغه شان دَ ځان عبادت غواړې لکه نصارٰی چې دَ عیسٰیؑ عبادت کوی ۔ شاید کله کله به ېٔ داسې هم وئیلی وی چې پهٔ خپله قرآن دَ عیسیٰؑ مثال بیان کړے دے ۔ اِنَّ مَثَلَ عِیْسٰی عِنْدَ اللہِ کَمَثَلِ اٰدَمَ خَلَقَهٗ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ کُنْ فَیَکُوْنُ۔ (سورتِ ال عمران ، رکوع۶) اوس وګوره چې زمونږ معبودان ښهٔ دی اؤ کهٔ مسیح؟ دَ هغهٔ نوم ولې تهٔ پهٔ ښهٔ باندې اخلې اؤ زمونږ معبودانو ته بد ویٔ؟ اؤ الله خبر چې نورې به ېٔ څهٔ څهٔ خبرې کؤلے ۔ دَ ټولو ځواب مخکښې راځی ۔

اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَ جَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَؕ۝۵۹

هغه څوک دے خو یو بنده دے چې مونږ پرې فضل کړے دے اؤ ګرځؤلے مو دے یو مثال دَ بنی اسرائیلو دپاره ۔ ف۵۴

ف۵۴: یعنی یواځې دا خبره نهٔ ده دَ دوی خو فطرت جګړمار دے صفا خبره نهٔ منی خامخا به پکښې جګړه جوړوی بې مطلبه ۔ ښهٔ نو چرته شیطان چې دوی ېٔ عبادت کوی اؤ هغوی پرې خوشحال دی اؤ چرته دَ کاڼی بې ساه بتان چې دَ منع کؤلو قدرت هم نهٔ لری ۔ اؤ چرته دَ الله خاص بنده چې هغه پرې خپل فضل کړے وهٔ اؤ دَ بنی اسرائیلو دَ هدایت دپاره ېٔ راستؤلے وهٔ چا چې دَ خپلې بندګیٔ اقرار کؤلو اؤ خپل امت ته ېٔ دا هدایت کؤلو اِنَّ اللهَ هُوَ رَبِّیْ وَ رَبُّکُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۔ (بېشکه الله زما هم رب دے اؤ ستاسو هم رب دے نو خالص دَ هغهٔ عبادت کویٔ هم دغه نېغه لاره ده) (سورتِ زخرف ، رکوع ۵) آیا دَ الله داسې مقبول بنده دَ دوزخ خشاک کېدے شی یا ورته بې خبره وئیلې کېدے شی یا دَ کاڼی دَ بتانو سره سمېدے شی؟ یاد لریٔ قرآن کریم هېڅ یو بنده ته دَ خداییٔ مرتبه نهٔ ورکوی ۔ دَ قرآن خو ټول تعلیم دَ دې خلاف دے ۔ البته قرآن دا هم نهٔ کوی چې صرف دَ دې احمقانو دَ خدائې جوړؤلو پهٔ وجه خپل یو مقبول بنده دَ شیطانانو اؤ بتانو سره برابر کړی ۔

وَ لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ۝۶۰

اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو را وبه باسو دَ ستاسو (دَ نسل) نه فرښتې وسی به پهٔ زمکه کښې ستاسو پهٔ ځائې ف۵۵

ف۵۵: یعنی عیسٰیؑ کښې دَ فرښتو خویونه وو (لکه دَ سورتِ آلِ عمران ، مائده اؤ کهف پهٔ فوائدو کښې چې تېر شوی دی ۔ صرف پهٔ دومره قدرې خبره څوک الله کېدے نهٔ شی ۔ کهٔ مونږ وغواړو ستاسو دَ نسل نه به هم دغه شان نیک اؤ فرښته صفت خصلت کسان پیدا کړو ۔ یا به ستاسو پهٔ ځائې دَ آسمان نه فرښتې را واستؤو پهٔ زمکه به وسی ۔ مونږ هر څهٔ کؤلے شو ۔

وَ اِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَ اتَّبِعُوْنِ١ؕ هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ۝۶۱

اؤ بېشکه دا (ابن مریم) یو علامه ده دَ قیامت ف۵۶ نو پهٔ دې کښې شک مهٔ کویٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ، هم دغه نېغه لاره ده ،

ف۵۶: یعنی دَ عیسٰیؑ اول ځل دنیا ته راتلهٔ خو دَ بنی اسرائیلو دپاره دَ الله دَ قدرت یوه نښه وه چې بې پلاره پیدا شو اؤ دوباره دنیا ته راتلهٔ ېٔ دَ قیامت نښه ده ۔ هغه چې راکوز شی نو قیامت به ډېر نژدے وی ۔

وَ لَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ١ۚ اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ۝۶۲

اؤ منع دې نهٔ کړی تاسو شیطان ، هغه خو ستاسو دښمن دے څرګند ف۵۷

ف۵۷: یعنی دَ قیامت پهٔ راتلو کښې څهٔ شک مهٔ کویٔ اؤ زهٔ چې درته دَ توحید کومه نېغه لار ښیٔم پهٔ دې سم نېغ روان شیٔ هسې نه ازلی دښمن شیطان مو چرته خطا نهٔ کړی ۔

وَ لَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَ لِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ١ۚ فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِ۝۶۳

اؤ کوم وخت چې راغلو عیسٰی دَ نښو سره وې وئیل ما راؤړی دی تاسو ته پخې خبرې ف۵۸ اؤ چې وښیٔم تاسو ته ځنې هغه خبرې چې تاسو پکښې جګړې کؤلے ف۵۹ نو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔

ف۵۸: یعنی دَ عقل اؤ حکمت پخې خبرې ۔

ف۵۹: یعنی دَ دین خبرې یا ځنی هغه څیزونه چې دَ موسٰیؑ په دین کښې حرام وو دَ هغې حلال والې درته ښیم لکه بل ځائې چې ارشاد دے ۔ وَلِاُحِلَّ لَکُمْ بَعْضَ الَّذِیْ حُرِّمَ عَلَیْکُمْ ۔ (سورتِ آل عمران ، رکوع ۵)

(اؤ چې حلال کړم درته ځنی هغه څیزونه چې حرام شوی وو درباندې (پهٔ دینِ موسوی کښې)

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ١ؕ هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ۝۶۴

بېشکه الله چې دے هغه رب دے زما اؤ رب دے ستاسو خالص دَ هغهٔ عبادت کویٔ ، دغه نېغه لار ده ۔ ف۶۰

ف۶۰: دا تعلیم وهٔ دَ عیسٰیؑ ۔ وګوریٔ څنګه صفا صفا دَ یو الله ربوبیت اؤ معبودیت بیانوی اؤ هم دغې توحید اؤ دَ شرک نه بچ کېدو ته صراطِ مستقیم وائی ۔

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْۢ بَیْنِهِمْ١ۚ فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ۝۶۵

بیا راپیدا شوې ګڼې فرقې دَ دوی ترمینځه ف۶۱ نو تباهی ده ګناهګارو دپاره دَ دردناکې ورځې دَ عذاب نه ،

ف۶۱: یعنی ګڼې ډلې شوې ۔ یهودیانو ېٔ دَ پېغمبریٔ نه انکار وکړو اؤ عیسایانو پرې ایمان راؤړو ۔ بیا وروستو خپله پهٔ عیسایانو کښې ګڼې ډلې راپیدا شوې چا ورته دَ الله ځوې ووې اؤ څوک وائی چې پهٔ درے خدایانو کښې یو عیسٰیؑ دے ۔ (نعوذ بالله) چا پکښې نورې نورې خبرې راپیدا کړې خو دَ عیسٰیؑ پهٔ اصلی تعلیم یوه ډله هم روانه نهٔ شوه ۔ دَ هغهٔ اصلی تعلیم توحید ټولو پرېښو ۔

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۝۶۶

اوس دغه ده چې دوی انتظار کوی دَ قیامت چې راشی پرې ناڅاپه اؤ دوی خبر هم نهٔ وی ، ف۶۲

ف۶۲: چې دَ دومره واضحو دلیلونو نه پس هم دَ دوی یقین نهٔ راځی نو نور څهٔ دی خو پهٔ دې انتظار دی چې قیامت راشی اؤ دغه سخته پهٔ خپله ووینی نو بیا به ېٔ یقین وشی خو دغه وخت منل به هېڅ فائده نهٔ ورکوی دَ توبې وخت به تېر وی ۔

اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍۭ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَؕ۠۝۶۷

ټول دوستان به پهٔ دغه ورځ دَ یو بل دښمنان وی بې دَ پرهیزګارو نه ۔ ف۶۳

ف۶۳: پهٔ دغه وخت به دوستان دَ یو بل نه تښتی چې هسې نه دَ دهٔ پهٔ ګناه کښې زهٔ راګېر شم ۔ دَ دنیا ټولې دوستیٔ اؤ تعلق به دلته ختم شی۔ مجرم به افسوس کوی چې دَ فلانی خراب دوست دَ ملګرتیا پهٔ وجه ماهم دا ګناه وکړه اؤ نن پهٔ بلا اخته یم نو دَ دنیا دَ هغه خوږ دوست نه به نن لرې لرې تښتی اؤ نفرت به ترې کوی ۔ البته دَ چا محبت اؤ دوستی چې دَ الله دپاره وه ، دَ الله دَ رضا پهٔ بنا اؤ دَ هغهٔ دَ ویرې پهٔ بنا مضبوطه وه ۔ دغه مینه اؤ دغه ویره به ېٔ نن هم پکار راځی اؤ دَ هغې رښتونی دوست نه به خوشحاله اؤ دَ هغهٔ پهٔ ملګرتیا به راضی وی چې دَ دې نیک بنده پهٔ برکت ما هم دا لویه درجه بیا مونده ۔

یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَ لَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَۚ۝۶۸

اے زما بندیانو نهٔ څهٔ ویره شته پهٔ تاسو نن ورځ اؤ نهٔ به غمژن ییٔ ۔ ف۶۴

ف۶۴: یعنی نهٔ به ورته مخکښې څهٔ خطره وی اؤ نهٔ به پهٔ تېر وخت ستومانه اؤ خفه وی ۔

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَۚ۝۶۹

چا چې یقین وکړو زمونږ پهٔ خبرو اؤ وو فرمانبردار ف۶۵

ف۶۵: چا چې پهٔ زړهٔ یقین وکړو اؤ ایمان ېٔ راؤړو اؤ پهٔ عمل ېٔ خپله فرمانبرداری واضحه کړه دَ دې نه دَ ایمان اؤ اسلام فرق معلومیږی لکه پهٔ حدیث جبرئیلؑ کښې چې پهٔ تفصیل سره بیان شوے دے ۔ (چې ایمان دَ زړهٔ یقین دے اؤ اسلام دَ هغې مطابق عمل کؤل دی) ۔

اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَ اَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ۝۷۰

ننوځیٔ جنّت ته تاسو اؤ ستاسو ښځې چې ستاسو قدر عزت وشی ،

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّ اَكْوَابٍ١ۚ وَ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَ تَلَذُّ الْاَعْیُنُ١ۚ وَ اَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَۚ۝۷۱

ګرځؤلے به شی پهٔ دوی باندې کاسې دَ سرو زرو اؤ کوزې ، ف۶۶ اؤ پهٔ دې جنّت کښې دوی دپاره دی څهٔ چې دَ دوی زړهٔ غواړی اؤ پهٔ څهٔ چې ېٔ سترګې خوږیږی ۔ ف۶۷ اؤ تاسو به پهٔ دې جنّت کښې همېشه وسیٔ ۔

ف۶۶: یعنی خادمان به ورباندې دَ زرو کاسې اؤ کوزې ګرځوی ۔

ف۶۷: دَ ټولو نه اعلیٰ څیز چې دَ جنّتیانو سترګې به ورباندې خوږیږی دَ ربُّ العالمین دیدار دے ۔ (الله دې ېٔ زمونږ نصیب کړی) ۔

وَ تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۷۲

اؤ دا هم هغه جنّت دے چې تاسو پهٔ میراث کښې حاصل کړے دے پهٔ بدله دَ هغې (نیکو) کارونو کښې چې تاسو کؤل ف۶۸

ف۶۸: یعنی ستاسو دَ نیکهٔ آدمؑ میراث (جنّت) تاسو ته دَ خپل نیک عمل پهٔ برکت اؤ دَ الله پهٔ فضل درکړې شو ۔

لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ۝۷۳

ستاسو دپاره پهٔ دې کښې ډېرې مېوې دی ترېنه خوریٔ ۔ ف۶۹

ف۶۹: یعنی غوره غوره به ترې خوریٔ ۔

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَۚۖ۝۷۴

البته کوم چې ګناهګار دی هغه دَ دوزخ پهٔ عذاب کښې همېشه وسیدونکی دی،

لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَ هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَۚ۝۷۵

نهٔ کمیږی ترېنه اؤ هم پهٔ دې کښې پراتهٔ دی ناامیده ۔ ف۷۰

ف۷۰: یعنی عذاب به ترې نهٔ چرته پورته کؤلے شی اؤ نهٔ به ورکښې څهٔ کمے راځی ۔ دوزخیان به دَ خلاصی نه ناامیده پراتهٔ وی ۔

وَ مَا ظَلَمْنٰهُمْ وَ لٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ۝۷۶

اؤ مونږ ورباندې ظلم نهٔ دے کړے لېکن وو دوی بې انصافه ۔ ف۷۱

ف۷۱: یعنی مونږ درته رسولان در استولی وو چې هغوی درته نیک اؤ بد ښهٔ واضح کړی وو ۔ سره دَ دې چې تاسو دَ نیکیٔ لار پرېښوه اؤ بد مو خوښ کړل نو داسې کسانو ته سزا ورکؤل ظلم نهٔ دے ۔ (عین انصاف دے) دا زیاتے تاسو دَ ځان سره خپله کړے دے ۔

وَ نَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ١ؕ قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ۝۷۷

اؤ چغې به وهی اے مالکه پکار ده چې مونږ ته مرګ راولی ستا رب ف۷۲ هغه به وائی (نه) تاسو پهٔ دې کښې همېشه وسیٔ ۔ ف۷۳

ف۷۲: مالک دَ دوزخ دَ داروغه فرښتې نوم دے ۔ دوزخیان به دغه فرښتې ته چغې وهی چې مونږ خو نهٔ مرو اؤ نهٔ دَ دې سختې نه خلاصیږو ۔ دَ دې نه دَ خلاصی خو اوس بله مخه نشته ۔ خو تهٔ خپل رب ته سوال وکړه چې ټول عذاب پهٔ یو ځل راکړی اؤ مونږ ته مرګ راولی چې دَ دې سختې نه خلاص شو ۔

ف۷۳: هغه فرښته به ورته ووائی چې هسې بې فائدې چغې مهٔ وهیٔ ۔ اوس بیا مرګ نشته اؤ نهٔ دَ دې عذاب ختمېدل شته ۔ همېشه به هم پهٔ دې کښې پراتهٔ ییٔ ۔ کهٔ زر کاله چغې ووهیٔ هم دغه ېٔ ځواب دے ۔

لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ۝۷۸

مونږ راؤړے وهٔ تاسو ته رښتونے دین لېکن تاسو کښې ډېر خلق رښتیا خبره بده ګڼی ۔ ف۷۴

ف۷۴: یعنی دا سزا ځکه درکؤلے شی چې پهٔ تاسو حقه خبره بده لګېده اؤ پهٔ پټو سترګو زړو رواجونو پسې روان ویٔ ۔ دَ پېغمبرانو خبره مو نهٔ اورېده ۔

اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَۚ۝۷۹

آیا دوی فیصله کړے ده یوه خبره نو مونږ به هم فیصله وکړو ۔ ف۷۵

ف۷۵: کافرانو به دَ رسول اللهﷺ دَ مقابلې دپاره قسم قسم تدبیرونه کؤل اؤ خپلو کښې به ېٔ صلاح ګانې کؤلے لېکن دَ الله تعالیٰ پټ تدبیر به دَ هغوی ټول کارونه ګډ وډ کړل ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ کافرانو سردارانو به خپلو کښې دا تجویز پاس کړو چې زمونږ دَ غفلت اؤ سستیٔ پهٔ وجه اسلام مضبوطیږی اؤ خلق دې ډلې ته را اړوی ۔ بیا کهٔ دَ کوم سردار پهٔ ډله یا خپلوانو کښې څوک اسلام ته راؤړېدو نو پهٔ زور اؤ وهلو ټکؤلو به ېٔ بیا ترې اړویٔ اؤ کهٔ دَ بهر نه څوک دې کلی ته راننوتو نو اول به ورته دا وایو چې دَ دې سړی (رسول اللهﷺ) مجلس ته مهٔ ورځه ۔ دوی دا فیصله وکړه اؤ الله دا فیصله وکړه چې خپل دین به مضبوطوی اؤ دَ دوی خبرې به پهٔ ځائې پاتی وی۔ آخر دَ الله اراده غالبه شوه اؤ اسلام کامیاب شو ۔

اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَ نَجْوٰىهُمْ١ؕ بَلٰی وَ رُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ۝۸۰

آیا دَ دوی دا خیال دے چې مونږ ته نهٔ دی معلوم دَ دوی پټ رازونه اؤ دَ دوی صلاح ګانې ، ولې نه اؤ زمونږ استازی دوی سره دی هر څهٔ لیکی ۔ ف۷۶

ف۷۶: یعنی دَ دوی پهٔ پټو رازونو اؤ پټو مشورو زهٔ ښهٔ خبر یم اؤ دَ حکومت دَ انتظام ماتحت زمونږ کارنده فرښتې دَ دوی ټول عملونه اؤ ټولې خبرې لیکی اؤ دا ټول مِسل به دَ قیامت به ورځ دَ الله پهٔ دربار کښې پیش کیږی چې هر چا ته دَ خپل عمل بدله ورکړې شی ۔

قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ١ۖۗ فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ۝۸۱

تهٔ ووایه کهٔ چرې دَ رحمٰن اولاد وی نو زهٔ به ېٔ دَ ټولو نه اول عبادت وکړم ۔ ف۷۷

ف۷۷: یعنی دَ دې نه زیات ظلم به نور څهٔ وی چې دَ الله غوندې پاک ذات دپاره ځامن ، لوڼه تجویز کوی نو تهٔ ورته ووایه بفرضِ محال کهٔ چرې دَ الله اولاد وې نو دَ ټولو نه اول به ېٔ ما عبادت کؤلو ځکه چې زهٔ دَ ټولو نه زیات دَ الله تابعدار یم نو څنګه چې مې دَ الله سره زیات تعلق دے دغه شان به مې دَ الله دَ اولاد سره هم وهٔ ۔ بیا چې زهٔ سره دَ دې دومره ډېر نژدیکته اؤ تعلقه دا وایم چې دَ الله اولاد نشته نو زما نه زیات څوک خبر دے چې دَ هغهٔ دَ فرضی اولاد حقونه به وپیژنی ۔

تنبیه: ځنو مفسرانو دَ آیت دا مطلب بیان کړے دے کهٔ دَ ستاسو پهٔ خیال دَ الله اولاد وی هم نو یاد لریٔ زهٔ ستاسو پهٔ مقابله کښې دَ هغه یو الله عبادت کؤنکے یم کوم چې دَ اولاد دَ قصو نه پاک دے ۔

ځنو مفسرانو دلته دَ عابد معنٰی جاحد اؤ منکر کړے ده ۔ یعنی زهٔ ستاسو دَ دې غلطې عقیدې نه انکاری یم ۔ نور ېٔ هم ډېر تفسیرونه شوی دی خو زیات واضح اؤ صفا دغه تفسیر دے کوم چې مونږ پورته لیکلے دے ۔

سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ۝۸۲

پاک ذات دے هغه رب دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې مالک دَ عرش دَ هغې خبرو نه چې دوی ېٔ بیانوی ، ف۷۸

ف۷۸: یعنی دوی چې الله ته دَ اولاد کوم نسبت کوی الله دَ دې خبرو نه پاک دے ۔ (الله نهٔ دَ چا پلار دے اؤ نهٔ دَ چا ځوئے دے نهٔ ېٔ ښځه شته اؤ نهٔ ورسره څوک شریک شته) ۔

فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَ یَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ۝۸۳

اوس ېٔ پرېږده چې بک بک کوی اؤ لوبې کوی تر دې چې ملاقات وکړی دَ هغې ورځې سره چې وعده ېٔ ورسره شوے ده ۔ ف۷۹

ف۷۹: یعنی دا جاهلان چې دَ خپل جهل اؤ بې وقوفیٔ پهٔ وجه څهٔ ګډې وډې وائی ۔ وائی به تهٔ ېٔ پرېږده چې دا څو ورځې دَ دنیا ژوند پهٔ لوبو اؤ فضولیاتو کښې تېر کړی ۔ چې مقرره نېټه راشی بیا به ورته خپله پته ولګی اؤ دَ دې خبرو سزا به ومومی ۔

وَ هُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّ فِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ١ؕ وَ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ۝۸۴

اؤ هم هغه دے چې عبادت ېٔ کیږی پهٔ آسمانونو کښې اؤ هم دَ هغهٔ عبادت دے پهٔ زمکه اؤ هم هغه دے دَ حکمتونو خاوند پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر ۔ ف۸۰

ف۸۰: نهٔ پهٔ آسمان کښې فرښتې اؤ نمر سپوږمۍ معبودان کېدے شی اؤ نهٔ پهٔ زمکه بتان یا بل څهٔ دَ عبادت قابل دی ۔ معبود هغه یو ذات دے چې دَ عرش مالک دے اؤ پهٔ ټوله دنیا ېٔ کښې اصلی بادشاهی اؤ اختیار دے ۔

وَ تَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا١ۚ وَ عِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ١ۚ وَ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۝۸۵

اؤ ډېر برکت دے دَ هغه ذات دَ چا چې بادشاهی ده پهٔ آسمانونو اؤ پهٔ زمکه اؤ دَ دې دواړو ترمینځه اؤ هم دَ هغهٔ سره دے خبر دَ قیامت ف۸۱ اؤ هم هغهٔ ته به ټول راګرځیٔ ۔ ف۸۲

ف۸۱: یعنی چې قیامت به کله راځی دَ دې دَ صحیح وخت نه یو الله خبر دے ، بل چا ته ېٔ دا وخت نهٔ دے ښودلے ۔

ف۸۲: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ ټول حساب وشی۔

وَ لَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۸۶

اؤ اختیار نهٔ لری هغه خلق چې دوی ېٔ بلی دَ الله نه غیر دَ سفارش ، مګر چا چې ګواهی ورکړه رښتونے اؤ هغوی خبر وو ، ف۸۳

ف۸۳: یعنی صرف دومره سفارش کؤلے شی چې دوی ته چې څوک معلوم وی چې دَ اسلام کلمه ېٔ وئیلې وی دا ګواهی ورکړی ۔ دَ دې نه علاوه نور هېڅ سفارس نهٔ شی کؤلے ۔

وَ لَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَۙ۝۸۷

اؤ کهٔ تهٔ دوی نه تپوس وکړې چې دوی چا پیدا کړی دی نو وبه وائی الله بیا دوی کوم ځائې تیروځی ۔ ف۸۴

ف۸۴: یعنی چې ستاسو پیدا کؤنکے الله دے نو دَ عبادت لائق هم یواځې هغه دے ، نور معبودان دَ کومې راغلل ۔ عجیبه خبره ده خالق هغه منیٔ اؤ عبادت دَ بل کویٔ ۔

وَ قِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَۘ۝۸۸

قسم دے دَ رسول دَ دې وېنا اے ربه دا داسې خلق دے چې یقین نهٔ کوی ، ف۸۵

ف۸۵: یعنی دَ نبی دا وېنا اؤ دَ هغهٔ دا دَ اخلاص ډک سوال الله ته معلوم دے اؤ دَ نبی پهٔ دغه آواز الله قسم خوری چې ضرور به ېٔ امداد کوی اؤ پهٔ خپل رحمت به پهٔ کفارو غلبه ورکوی ۔

فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَ قُلْ سَلٰمٌ١ؕ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ۠۝۸۹

نو تهٔ دوی نه مخ واړوه اؤ ورته ووایه سلام دے ، ف۸۶ آخر به ورته پته ولګی۔ ف۸۷

ف۸۶: یعنی تهٔ هېڅ غم مهٔ کوه اؤ دا فکر مهٔ کوه چې ستا پهٔ نصیحت څوک عمل ولې نهٔ کوی ۔ ستا کار صرف دغه هومره دے چې دَ الله پیغام ورته ورسوه اؤ کهٔ نهٔ ېٔ منی نو ورته ووایه چې ښه چې نهٔ منیٔ نو زما درته سلام دے ۔ (دا دې درنه لاړم) ۔

ف۸۷: یعنی آخر به خبر شی اؤ دَ خپلې غلطیٔ پته به ورته ولګی ۔ نو څهٔ خو ورته پهٔ دنیا کښې هم معلومه شوه اؤ تکمیل به ېٔ پهٔ آخرت کښې کیږی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الدُّخَانِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ تِسْعٌ وَّ خَمْسُوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔

سورتِ دخان مکّه کښې نازل شوے اؤ دې کښې یو کم شپېتهٔ (۵۹) آیتونه اؤ درے رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه اؤ ډېر رحم کؤنکے دے ۔

حٰمٓۚۛ۝۱

حا ۔ میم ۔

وَ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِۙۛ۝۲

قسم دے دَ دې واضح کتاب ۔

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةٍ مُّبٰرَكَةٍ اِنَّا كُنَّا مُنْذِرِیْنَ۝۳

مونږ دا کتاب نازل کړے دے پهٔ یوه مبارکه شپه کښې ف۱ مونږ یُو ویرؤنکی ۔ ف۲

ف۱: دغه مبارکه شپه لیلة القدر ده ۔ لکه چې الله پاک فرمائی: اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةِ القَدْرِ ۔ اؤ دا شپه دَ رمضان پهٔ میاشت کښې ده ځکه چې بل ځائې ارشاد دے ۔ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ فِیْهِ الْقُرْاٰنُ ۔ (سورتِ بقره ، رکوع ۲۳) پهٔ دغه شپه قرآن شریف دَ لوحِ محفوظ نه دَ دنیا آسمان ته راکوز شو اؤ بیا لږ لږ موقع پهٔ موقع پهٔ درویشت کاله کښې پهٔ رسول اللهﷺ نازل شو اؤ پهٔ رسول اللهﷺ نازلېدل شروع ېٔ پهٔ دغه شپه شوے ده ۔

ف۲: یعنی دَ خپل عذاب نه ویرؤل همېشه راسې زمونږ طریقه ده اؤ هم پهٔ دغه طریقه مو دا قرآن نازل کړو ۔ (چې نافرمانه دَ الله دَ عذاب نه وویروی اؤ نیکانو ته دَ جنّت زېرے ورکړی)۔

فِیْهَا یُفْرَقُ كُلُّ اَمْرٍ حَكِیْمٍۙ۝۴

پهٔ دې کښې جدا کیږی هر کار ازمائیلے شوے پوخ ،

اَمْرًا مِّنْ عِنْدِنَا١ؕ اِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَۚ۝۵

حکم شوے دے زمونږ دَ طرفه ف۳ مونږ یو راستؤنکی (دَ رسولانو) ف۴

ف۳: یعنی دَ ټول کال متعلق دَ تقدیر حکیمانه اؤ پخې فیصلې پهٔ دغه شپه دَ لوحِ محفوظ نه نقل شی اؤ هغې فرښتو ته حواله شی څوک چې دَ دنیا پهٔ انتظام چلؤلو مقرر دی ۔ دَ ځنو احادیثو نه معلومیږی چې دا دَ شعبان پنځلسمه شپه ده چې شبِ برات ورته وئیلی شی ۔ ممکنه ده چې دَ دې کار شروع پهٔ شبِ برات کیږی اؤ پهٔ لیلة القدر کښې مکمل کیږی ۔ والله اعلم ۔

ف۴: یعنی مونږ را استوؤ فرښتې کوم کار ته چې ېٔ مناسب ګڼو لکه چې دَ جبریلؑ پهٔ ذریعه مو رسول اللهﷺ ته قرآن را واستؤلو ۔

رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُۙ۝۶

ستا دَ رب پهٔ فضل هم هغه دے اورېدونکے پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر ۔ ف۵

ف۵: یعنی الله تعالیٰ دَ ټول عالم پهٔ حال خبر دے اؤ دَ هر چا فریاد اوری ځکه ېٔ عین دَ ضرورت پهٔ موقع خپل آخری پېغمبر باندې دَ خلقو دَ هدایت دپاره خپل آخری کتاب نازل کړو ۔

رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا١ۘ اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ۝۷

رب دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ څهٔ چې دَ دې دواړو ترمینځه دی کهٔ دَ ستاسو یقین وی ۔ ف۶

ف۶: یعنی کهٔ پهٔ تاسو کښې دَ یقین کؤلو څهٔ لیاقت وی نو دَ ټولو نه اول دَ یقین کؤلو خبره دَ الله تعالیٰ ربوبیت دے چې دَ دې علامې پهٔ هره ذره ذره کښې صفا روښانه دی ۔

لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ١ؕ رَبُّكُمْ وَ رَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ۝۸

هېڅ یو معبود نشته بې دَ هغهٔ نه ، هغه ژوندی کوی اؤ هغه ېٔ مړهٔ کوی ، رب ستاسو اؤ ستاسو دَ مخکښینیو پلرونو نیکونو دے ۔ ف۷

ف۷: یعنی دَ چا پهٔ قبضه کښې چې دَ ژوندی کؤلو مړ کؤلو اؤ پیدا کؤلو اؤ فنا کؤلو واګې دی اؤ څوک چې دَ ټولو وړومبیو وروستیو بنیادمو پرورش کوی ۔ آیا دَ هغهٔ نه سوا دَ بل چا عبادت جائز کېدے شی؟ دا یو داسې واضح حقیقت دے چې دَ شک پکښې هېڅ ګنجائش نشته ۔

بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ یَّلْعَبُوْنَ۝۹

بلکې دوی پهٔ شک کښې دی لوبې کوی ۔ ف۸

ف۸: یعنی دَ دې واضحو نښو تقاضا خو دا وه چې ټولو دَ توحید اقرار کړے وې ۔ لېکن دا جاهلان پرې اوس هم یقین نهٔ کوی اؤ دَ دنیا دَ ژوند پهٔ لوبو کښې داسې مشغول دی چې دَ آخرت ورسره هډو فکر نشته ۔ دوی پهٔ دې دوکه کښې دی چې همېشه به هم دغه شان وی اؤ دَ الله دربار کښې به هډو حاضریږی نه ۔ ځکه ورته دَ نصیحت خبرې ټوقې ټقالې ښکاری ۔

فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَاْتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیْنٍۙ۝۱۰

نو تهٔ انتظار کوه دَ هغې ورځې چې راؤړی آسمان یو صفا لوګے ،

یَّغْشَی النَّاسَ١ؕ هٰذَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۱

چې راګېر پرې کړی خلق ، دغه دے دردناک عذاب ۔ ف۹

ف۹: دَ لوګے نه څهٔ مراد دے ۔ ابن عباسؓ فرمائی ۔ قیامت ته نژدے به یو لوګے راپورته شی چې هر شے به پټ کړی ۔ نیک بنده ته به ترې لږ تکلیف ورسی لکه څوک چې زکام ووهی اؤ دَ کافر اؤ منافق مزغو ته به ننوځی اؤ بې هوشه به ېٔ کړی ۔ شاید چې دا هم هغه لوګے وی دَ کوم نه چې آسمان جوړ شوے دے ۔ دَ کوم ذکر چې دې آیت کښې شوے دے ۔ ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ وَ هِیَ دُخَانٌ ۔

(بیا ېٔ اراده وکړه آسمان ته اؤ هغه یو لوګے وهٔ ګویا کهٔ آسمان بیا خپل اصلی حالت ته راغلو اؤ دغه به دَ دنیا دَ ورانېدو شروع وی ۔ لېکن ابن مسعودؓ فرمائی چې دَ دې نه هغه لوګے نهٔ دے مراد کوم چې دَ قیامت علاوه ده ۔ بلکې رسول اکرمﷺ چې دَ قریشو دَ نافرمانیٔ نه تنګ شو نو دعا ېٔ وغوښته چې یا الله پهٔ دوی باندې دغسې ووهٔ کاله قحط راولې لکه دَ یوسفؑ پهٔ زمانه کښې چې پهٔ مصر راغلے وهٔ ۔ نو پهٔ قریشو داسې قحط راغلو چې ونې بوټی اؤ دَ څارویو هډوکیو خوړلو ته جوړ شو ۔ اؤ قاعده ده چې پهٔ خشک سالیٔ کښې پهٔ آسمان باندې دَ ګرد و غبار یو لوګې غوندې ښکاری نو دَ دې لوګی نه دغه دَ قحط لوګې مراد دے ۔ پهٔ دې لحاظ به پهٔ ”یَغْشَی النَّاسَ“ کښې دَ ناس نه دَ مکّې معظّمې خلق مراد وی ۔ هم دَ دغه قحط پهٔ ورځو کښې دَ یمامه سردار ثمامه ابن آثالؓ ایمان راؤړو اؤ پهٔ قریشو ېٔ دَ دغې علاقې غله بنده کړه نو قحط پرې نور هم سخت شو ۔ پهٔ دغه لحاظ دا یوه پیشنګوئی وه اؤ ورپسې دَ فَارْتَقِبْ لفظ هم دَ دې تفسیر تائید کوی ۔

رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ اِنَّا مُؤْمِنُوْنَ۝۱۲

اے ربه لرې کړې زمونږ نه دا آفت مونږ ایمان راؤړو ف۱۰

ف۱۰: یعنی چې عذاب ووینی نو بیا به چغې وهی چې اوس مو دَ دې عذاب نه خلاص کړه نو بیا مو توبه ده شرک به نهٔ کوؤ ۔ اوس مو یقین وشو ۔ ایمان به راؤړو ، مخکښې دَ دې ځواب دے ۔

اَنّٰی لَهُمُ الذِّكْرٰی وَ قَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌۙ۝۱۳

چرته وه دَ دوی پوهه (عقل) اؤ راغلے وهٔ دوی ته رسول صفا صفا اورؤنکے ،

ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَ قَالُوْا مُعَلَّمٌ مَّجْنُوْنٌۘ۝۱۴

بیا دوی ورته شا کړه اؤ وې وئیل ښودنه شوے لېونے دے ۔ ف۱۱

ف۱۱: یعنی اوس دَ ایمان راؤړو موقع چرته ده ۔ اوس خو وخت تېر دے پهٔ هغه وخت مو نهٔ منله چې رسول اکرمﷺ درته څرګندې معجزې اؤ واضح دلیلونه پیش کؤل خو تاسو به انکار کؤلو ۔ کله به مو ورته لېونے وې کله ساحر اؤ کله به مو ورته وې چې دا قرآن دَ الله کلام نهٔ دے ۔ دا خو ېٔ دَ چا نه زده کړے دے ۔ لیکلے کتاب ېٔ دَ ځان سره یٔښې دے اؤ لږ لږ ترې خلقو ته اوروی ۔ دا خو ېٔ دَ ابنِ عبّاسؓ پهٔ قول تفسیر شو ۔ اؤ ابنِ مسعودؓ فرمائی چې دَ مکّې معظّمې خلق چې دَ قحط نه تنګ شو نو رسول اللهﷺ ته پهٔ فریاد راغلل چې دا آفت رانه لرې کړه ۔ لکه یو حدیث دے چې ابوسفیانؓ اؤ نور سرداران حضور اکرمﷺ ته پهٔ فریاد راغلل وې وئیل چې تهٔ خو واېٔ چې زهٔ ټولې دنیا دپاره رحمت یم ۔ قوم مې تباه و برباد شو ۔ مونږ تا نه دَ خپلې رشتې پهٔ واسطه سوال کوؤ چې زمونږ دپاره دعا وکړه چې الله باران وکړی اؤ دَ دې آفت نه مو خلاص کړی ۔ کهٔ دا آفت رانه لرې شو نو مونږ به ایمان راؤړو ۔ نو دَ حضور اکرمﷺ پهٔ دعا الله پاک دَ رحمت باران وکړو اؤ دَ رسول اللهﷺ پهٔ حکم ورته دَ یمامه سردار ثمامهؓ بنده غله هم را واستؤله خو مشرکانو بیا هم ایمان رانهٔ وړو ۔ دغه فرمائی: ” اَنّٰی لَهُمُ الذِّکْرٰی“ دا خلق پهٔ دې خبرو کله ایمان راؤړی ۔ داسې خبرو ته خو زر بهانې نورې جوړؤلے شی ۔ ستا رسالت چې دَ نمر پهٔ شان څرګند دے ۔ دې خلقو پهٔ هغې یقین ونهٔ کړو څوک ورته لېونے وائی اؤ څوک ورته ساحر وائی اؤ څوک وائی چې دَ یو رومی غلام نه خبرې زده کوی اؤ بیا ېٔ پهٔ خپله ژبه عربیٔ کښې مسلمانانو ته ښئی ۔ دَ داسې ضدیانو نه څهٔ طمع کېدے شی ۔

اِنَّا كَاشِفُوا الْعَذَابِ قَلِیْلًا اِنَّكُمْ عَآىِٕدُوْنَۘ۝۱۵

مونږ لرې کوؤ دا عذاب لږ غوندې تاسو به بیا هم هغه کویٔ ف۱۲

ف۱۲: یعنی کهٔ مونږ درنه لږ عذاب کم کړو نو بیا به هم هغه کارونه کویٔ اؤ دَ ابنِ مسعودؓ پهٔ تفسیر ېٔ دا مطلب شو چې ښه مونږ درنه څهٔ وخت دپاره عذاب لرې کوؤ خو تاسو به بیا هم ایمان رانهٔ وړیٔ هم هغه شان به شرک کویٔ ۔

یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرٰی١ۚ اِنَّا مُنْتَقِمُوْنَ۝۱۶

پهٔ کومه ورځ چې به مونږ راګېر کړو غټه ګېرؤنه ، واقعی مونږ بدله اخستونکی یو ۔ ف۱۳

ف۱۳: دَ ابنِ عباسؓ پهٔ روایت غټ ګرفت به دَ قیامت پهٔ ورځ کیږی اؤ دَ ابنِ مسعودؓ پهٔ روایت دَ غټ ګرفت نه دَ بدر ورځ مراد ده ۔ پهٔ دغه ورځ دَ مشرکانو نه بدله واخستې شوه ۔

وَ لَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ كَرِیْمٌۙ۝۱۷

اؤ مونږ ازمیښت کړے دے دَ دې نه مخکښې دَ فرعون پهٔ قوم اؤ راغلو هغوی ته یو عزتمند رسول ۔ ف۱۴

ف۱۴: یعنی دَ موسٰی علیه السّلام پهٔ ذریعه دَ فرعون دَ قوم ازمیښت وشو چې دَ الله حکم منی کهٔ نه ۔

اَنْ اَدُّوْۤا اِلَیَّ عِبَادَ اللّٰهِ١ؕ اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌۙ۝۱۸

چې حواله کړیٔ ما ته دَ الله بندیان ف۱۵ زهٔ تاسو ته راغلے یم معتبر استازې ،

ف۱۵: یعنی دَ الله دَ بندیانو نه خپل خدمتګار مهٔ جوړوه ۔ بنی اسرائیل دَ غلامیٔ نه آزاد کړه اؤ ما ته ېٔ حواله کړه چې زما چرته خوښه وی هلته به ېٔ بوځم ۔

وَّ اَنْ لَّا تَعْلُوْا عَلَی اللّٰهِ١ۚ اِنِّیْۤ اٰتِیْكُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍۚ۝۱۹

اؤ دا چې لوی مهٔ کویٔ دَ الله مقابله کښې ، زهٔ پیش کوم تاسو ته یو واضح دلیل ۔ ف۱۶

ف۱۶: واضح دلیل هغه معجزې وې کومې چې ورته موسٰیؑ ښودلے وې لکه همسا اؤ سپین لاس معجزه ۔

وَ اِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَ رَبِّكُمْ اَنْ تَرْجُمُوْنِ٘۝۲۰

اؤ ما پناه اخستې ده دَ خپل رب اؤ ستاسو دَ رب (دَ دې نه) چې تاسو مې سنګسار کړیٔ ۔ ف۱۷

ف۱۷: دا ېٔ دَ هغوی دَ دړکو ځواب ورکړو چې ما دَ الله پناه اخستې ده هغه زما مددګار دے ، ستاسو دَ دړکو نه مې څهٔ خطره نهٔ کیږی ۔ پهٔ خپل الله مې باور دے ۔

وَ اِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا لِیْ فَاعْتَزِلُوْنِ۝۲۱

اؤ کهٔ تاسو پهٔ ما یقین نهٔ کویٔ نو زما نه لرې شیٔ ۔ ف۱۸

ف۱۸: یعنی کهٔ زما خبره نهٔ منې نو کم از کم تکلیف خو مهٔ راکوه ۔ اؤ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ یعنی خپل قوم بوتلو ته مې پرېږدیٔ اؤ مخه راته مهٔ بندویٔ ۔ مخې نه مې لرې شیٔ ۔

فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُوْنَ۝۲۲

بیا ېٔ فریاد وکړو خپل رب ته چې دا قوم دے نافرمانه ،

فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ لَیْلًا اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَۙ۝۲۳

(نو الله ورته وفرمائیل) وباسه زما بندیان پهٔ شپه کښې بېشکه تاسو پسې به هله کیږی ۔ ف۱۹

ف۱۹: یعنی آخر چې تنګ شو نو الله ته ېٔ فریاد وکړو چې دا خلق خو دَ خپل عمل نه نهٔ اوړی اؤ زما نصیحت نهٔ منی نو تهٔ خپله زما اؤ دَ دوی ترمینځه فیصله وکړه نو حکم ورته وشو چې دَ فرعونیانو پهٔ بې خبریٔ کښې دَ شپې شپې خپل قوم راغونډ کړه اؤ دَ مصر نه ېٔ وباسه ۔ فرعونیان چې خبر شی نو درپسې به هله کوی خو یاد لره مخکښې به درته سمندر راځی ، پهٔ همسا ېٔ ووهه لار به پکښې جوړه شی ، خپل قوم پرې پورې باسه اؤ هېڅ فکر مهٔ کوه ۔

وَ اتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا١ؕ اِنَّهُمْ جُنْدٌ مُّغْرَقُوْنَ۝۲۴

ترجمه: اؤ پرېږده دریاب ولاړ بېشکه دا لښکر ډوبېدونکے دے ۔ ف۲۰

ف۲۰: یعنی تاسو ته چې کومه لاره جوړه شی هغه دغه شان پرېږده اؤ دَ اوبو بیا یو ځائې کؤلو فکر مهٔ کوه ۔ فرعونیان به هم درپسې پهٔ دغه لار را روان شی اؤ چې دَ سمندر مینځ ته شی نو اوبهٔ به پرې یو ځائې شی اؤ دغه شان به ټول غرق شی ۔

كَمْ تَرَكُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍۙ۝۲۵

ترجمه: ډېر ېٔ پرېښؤل باغونه اؤ چینې ،

وَّ زُرُوْعٍ وَّ مَقَامٍ كَرِیْمٍۙ۝۲۶

ترجمه: اؤ پټی اؤ ښهٔ ښهٔ کورونه ،

وَّ نَعْمَةٍ كَانُوْا فِیْهَا فٰكِهِیْنَۙ۝۲۷

ترجمه: اؤ دَ آرام سامان چې دوی پکښې خوشحالیٔ کؤلے،

كَذٰلِكَ١۫ وَ اَوْرَثْنٰهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ۝۲۸

ترجمه: هم دغه شان وشوه اؤ دا ټول څیزونه مونږ پهٔ میراث کښې ورکړل یو بل قوم ته ۔ ف۲۱

ف۲۱: یعنی دا هر څهٔ مو بنی اسرائیلو ته ورکړهٔ لکه پهٔ سورتِ شعراء کښې چې ېٔ پوره تفصیل راغلے دے ۔ داسې معلومیږی چې بنی اسرائیل دَ فرعونیانو دَ ډوبېدو ته پس بیا مصر ته ننوتی وو ۔ اؤ کهٔ دا ثابته نهٔ وی نو بیا ېٔ دا مطلب دے چې دغه شان دَ آرام سامان اؤ مال دولت مو ورکړو څنګه چې مو فرعون ته ورکړے وهٔ ۔

فَمَا بَكَتْ عَلَیْهِمُ السَّمَآءُ وَ الْاَرْضُ وَ مَا كَانُوْا مُنْظَرِیْنَ۠۝۲۹

ترجمه: بیا ونهٔ ژړېدهٔ ورباندې آسمان اؤ زمکه ف۲۲ اؤ نهٔ مهلت ورکړې شو ۔

ف۲۲: یو روایت دے دَ مؤمن پهٔ مرګ دَ آسمان هغه دروازه ژاړی پهٔ کومه به چې دَ هغهٔ رزق راتلو یا پهٔ کومه به چې دَ هغهٔ نیک عمل پاس ختو اؤ هغه زمکه ژاړی پهٔ کوم ځائې چې به هغهٔ سجده لګؤله چې افسوس مونږ دَ دې نعمت نه محروم شو اؤ دَ کافر سره هېڅ نیک عمل نشته چې آسمان یا زمکه ورپسې وژاړی بلکې خوشحاله به وی چې دَ ګناه دَ بوج نه خلاص شو ۔

وَ لَقَدْ نَجَّیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِیْنِۙ۝۳۰

ترجمه: اؤ مونږ بچ کړل بنی اسرائیل دَ سپکاوی دَ عذاب نه ۔

مِنْ فِرْعَوْنَ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ عَالِیًا مِّنَ الْمُسْرِفِیْنَ۝۳۱

ترجمه: کوم چې دَ فرعون دَ طرفه وهٔ ف۲۳ بېشکه هغه وهٔ لوی کؤنکے دَ حد نه زیات ۔ ف۲۴

ف۲۳: یعنی کوم تکلیف چې فرعون ورکؤلو بلکې دَ فرعون وجود خپله دَ هغوی دپاره یو مجسّم تکلیف وهٔ چې خلاص شو ترېنه ۔

ف۲۴: یعنی ډېر کبرژن اؤ سرکش وهٔ ۔

وَ لَقَدِ اخْتَرْنٰهُمْ عَلٰی عِلْمٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَۚ۝۳۲

ترجمه: اؤ مونږ غوره کړل (دا بنی اسرائیل) پهٔ پوهه دَ دنیا پهٔ خلقو کښې ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی سره دَ دې چې مونږ ته دَ بنی اسرائیلو خامیٔ معلومې وې بیا به مو هم دَ هغې زمانې پهٔ خلقو فضیلت ورکړو ۔ اؤ دَ بنی اسرائیلو ځنی خاص فضیلتونه خو داسې دی چې تر نن ورځې دَ دنیا بل قوم ته نهٔ دی ورکړی شوی ۔ لکه څومره پېغمبران چې دې قوم کښې راغلی دی دومره ډېر بل یو قوم کښې هم نهٔ دی پیدا شوی ۔

وَ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنَ الْاٰیٰتِ مَا فِیْهِ بَلٰٓؤٌا مُّبِیْنٌ۝۳۳

ترجمه: اؤ دوی ته مو ورکړې داسې نښانې چې پکښې واضح امداد وهٔ ۔ ف۲۶

ف۲۶: یعنی دَ موسٰیؑ پهٔ ذریعه ورته دَ آسمان نه مَنْ وَ سَلوٰی دَ خوراک دپاره راتلل یا دپاسه پرې دَ وریځې سیورے کؤل وغېره (داسې څیزونه چې پکښې څرګند امداد هم وهٔ اؤ یو ازمیښت هم چې پهٔ دې نعمت شکر وباسی کهٔ نه) ۔

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَیَقُوْلُوْنَۙ۝۳۴

ترجمه: دا خلق (مشرکان) وائی ۔

اِنْ هِیَ اِلَّا مَوْتَتُنَا الْاُوْلٰی وَ مَا نَحْنُ بِمُنْشَرِیْنَ۝۳۵

ترجمه: نور هېڅ نشته خو دغه مرګ دے وړومبے اؤ مونږ به بیا نهٔ پورته کیږو ۔ ف۲۷

ف۲۷: تر دې مینځه دَ موسٰیؑ دَ قوم خبره پهٔ خبرو پورې راغله اوس بیا اصل خبره دَ حضور اکرمﷺ دَ قوم شروع کیږی ۔ یعنی دا مشرکان وائی چې بس دغه ژوند دے اؤ چې مرګ راغلو نو قصه ختمه ده ۔ دَ مرګ نه پس بیا څهٔ نشته ۔ نهٔ بیا ژوندی کېدل شته اؤ نهٔ حساب کتاب ۔

فَاْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۳۶

ترجمه: ښه نو راولیٔ زمونږ پلار نیکهٔ کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ۔ ف۲۸

ف۲۸: یعنی پېغمبر اؤ مؤمنانو ته وائی چې کهٔ ستاسو دا خبره رښتیا وی چې مړی به بیا ژوندی کیږی نو ښهٔ ده زمونږ پلاران نیکونه ژوندی کړیٔ (چې مونږ سره خبرې وکړی اؤ دَ مرګ نه پس حال راته ووائی) نو زمونږ به هله یقین وشی ۔

اَهُمْ خَیْرٌ اَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ١ۙ وَّ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ اَهْلَكْنٰهُمْ١٘ اِنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ۝۳۷

ترجمه: آیا دوی ښهٔ دی کهٔ دَ تُبّع قوم ف۲۹ اؤ هغه قومونه چې دوی نه مخکښې وو ، مونږ هغوی تباه کړل بېشکه هغوی وو مجرمان ۔ ف۳۰

ف۲۹: تُبَّع دَ یمن دَ بادشاه لقب وهٔ چې پهٔ سبا اؤ حضرموت وغېره (دَ سمندر دَ غاړې علاقې) باندې ېٔ حکومت وهٔ ۔ پهٔ دې لقب ډېر بادشاهان تېر شوی دی ۔ الله خبر چې دا دَ کوم یو تُبَّع حال دے ۔ بهرحال دا قوم ډېر طاقتور وهٔ چې دَ خپلې نافرمانیٔ پهٔ وجه تباه کړې شو ۔ دَ ابنِ کثیرؒ پهٔ خیال دې نه دَ سبا هغه قوم مراد دے دَ کوم قصه چې پهٔ سورتِ سبا کښې تېره شوے ده ۔ والله اعلم ۔

ف۳۰: لکه عاد اؤ ثمود وغېره چې دَ سرکشیٔ پهٔ وجه تباه شو ۔ نو اے دَ مکّې مشرکانو آیا تاسو دَ هغوی نه ډېر طاقتور ییٔ چې دَ تباهیٔ نه بچ شیٔ؟

وَ مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ۝۳۸

ترجمه: اؤ مونږ چې جوړ کړی دی آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې ېٔ ترمینځه دی نو دَ لوبو دپاره مو نهٔ دی جوړ کړی ،

مَا خَلَقْنٰهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۳۹

ترجمه: دا خو مونږ جوړ کړی دی دَ صحیح کار دپاره خو ډېر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۳۱

ف۳۱: یعنی دَ دنیا دا دومره لوئے نظام چې څهٔ لوبې نهٔ دی اؤ نهٔ بې مطلبه کار دے ۔ بلکې دا نظام پهٔ ډېر حکمت سره جوړ شوے اؤ نتیجه به ېٔ یوه ورځ څرګندیږی اؤ هغه آخرت دے چې هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکؤلے شی۔

اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ مِیْقَاتُهُمْ اَجْمَعِیْنَۙ۝۴۰

ترجمه: بېشکه دَ فیصلې ورځ نېټه ده دې ټولو سره ۔ ف۳۲

ف۳۲: یعنی پهٔ دغه ورځ به دَ وړومبیو وروستیو ټولو حساب صفا شی اؤ هر چا ته به دَ خپل عمل نتیجه ښکاره شی ۔

یَوْمَ لَا یُغْنِیْ مَوْلًی عَنْ مَّوْلًی شَیْـًٔا وَّ لَا هُمْ یُنْصَرُوْنَۙ۝۴۱

ترجمه: هغه ورځ چې پهٔ کار به نهٔ راځی هېڅ یو ملګرے دَ بل ملګری هېڅ هم اؤ نهٔ به ورته مدد ور رسی ۔ ف۳۳

ف۳۳: یعنی نهٔ به یو دوست دَ بل دوست امداد کؤلے شی اؤ نهٔ به ورته دَ بل ځائې نه امداد را رسېدے شی ۔

اِلَّا مَنْ رَّحِمَ اللّٰهُ١ؕ اِنَّهُ هُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۝۴۲

ترجمه: مګر پهٔ چا چې رحم وکړی الله بېشکه هم هغه دے زبردست رحم کؤنکے، ف۳۴

ف۳۴: یعنی بس پهٔ چا چې الله مهربانه شی هم هغه به بچ شی ۔

اِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّوْمِۙ۝۴۳

ترجمه: بېشکه دَ زقوم بوټے ۔

طَعَامُ الْاَثِیْمِ٤ۖۛۚ۝۴۴

ترجمه: خوراک دے دَ مجرمانو ف۳۵

ف۳۵: یعنی هسې دَ ظاهری مشابهت پهٔ وجه ورته زقوم وئیلی شوی دی ګنی دَ دوزخ دَ زقوم اؤ دَ دنیا دَ زقوم سره څهٔ نسبت دے ۔ خو لکه څنګه چې دَ جنّت دَ نعمتونو پوره حال مونږ ته پهٔ دنیا کښې نهٔ شی معلومېدے ۔ دَ پوهې دپاره ورته هسې دَ دنیا دَ څیز نوم اخستے شی ۔ دغه شان دَ دوزخ دَ څیزونو حال هم دے ۔

كَالْمُهْلِ١ۛۚ یَغْلِیْ فِی الْبُطُوْنِۙ۝۴۵

ترجمه: لکه ویلې شوے تانبه جوش وهی پهٔ ګېډو کښې ۔

كَغَلْیِ الْحَمِیْمِ۝۴۶

ترجمه: لکه دَ یشېدلیو اوبو ،

خُذُوْهُ فَاعْتِلُوْهُ اِلٰی سَوَآءِ الْجَحِیْمِۗۖ۝۴۷

ترجمه: را وېٔ نیسیٔ اؤ دیکه ېٔ کړیٔ دَ دوزخ پهٔ مینځ کښې ۔ ف۳۶

ف۳۶: دا حکم به هغه فرښتو ته کیږی کومې چې دوزخیانو ته عذاب ورکؤلو باندې مقرر دی ۔

ثُمَّ صُبُّوْا فَوْقَ رَاْسِهٖ مِنْ عَذَابِ الْحَمِیْمِؕ۝۴۸

ترجمه: بیا ورته واړویٔ پهٔ سر باندې دَ یشېدلیو اوبو عذاب ، ف۳۷

ف۳۷: دغه اوبهٔ به دماغ اوبهٔ کړی ، ښکته به کولمې پرېکړی اؤ بهر ته به ېٔ وباسی ۔ (الله مو دې ترې وساتی)

ذُقْ١ۙۚ اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْكَرِیْمُ۝۴۹

ترجمه: خوند ېٔ وڅکه هم تهٔ وې ډېر عزتمند سردار ۔ ف۳۸

ف۳۹: یعنی تهٔ هم هغه ي چې دنیا کښې غټ سردار اؤ ډېر عزتمند ګڼلې شوې اؤ دَ دنیا پهٔ مال دولت اؤ طاقت درنه ځان ورک وهٔ ۔ اوس دې هغه طاقت اؤ عزت څهٔ شو ۔

اِنَّ هٰذَا مَا كُنْتُمْ بِهٖ تَمْتَرُوْنَ۝۵۰

ترجمه: دا هم هغه عذاب دے چې تاسو پکښې شک کؤلو ، ف۴۰

ف۴۰: یعنی تاسو دا کله ګڼله چې پهٔ مونږ به رښتیا داسې بد حال راځی ۔ ستاسو خو دا خیال وهٔ چې ژوند به دغسې پهٔ لوبو اؤ پهٔ خندا خوشحالیٔ تېر شی ۔ اؤ چې مړهٔ شو بس خاؤرو سره به خاروې شو اؤ ختم به شو مخکښې نور څهٔ نشته ۔ اوس مو ولیدل چې دَ پېغمبرانو خبره رښتیا وه ۔ (دا هم هغه ورځ ده چې ستاسو پکښې شک وهٔ)

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ مَقَامٍ اَمِیْنٍۙ۝۵۱

ترجمه: بېشکه پرهیزګار پهٔ کور کښې دی دَ آرام ۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی څوک چې پهٔ دې کښې دَ الله نه ویریږی هغه به پهٔ هغه دنیا کښې بې فکره اؤ پهٔ آرام وی ۔ هېڅ غم اؤ خطره به ورته نژدے نهٔ شی راتلې ۔

فِیْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍۚۙ۝۵۲

ترجمه: پهٔ باغونو کښې اؤ چینو کښې ،

یَّلْبَسُوْنَ مِنْ سُنْدُسٍ وَّ اِسْتَبْرَقٍ مُّتَقٰبِلِیْنَۚۙ۝۵۳

ترجمه: اغوندی به جامې دَ نرو ریښمو اؤ غټو ریښمو (ناست به وی) یو بل ته مخامخ ۔ ف۴۲

ف۴۲: یعنی دَ هغوی جامې به دَ ریښمو وی اؤ پهٔ مجلس کښې به ټول جنّتیان لکه دَ خوږو دوستانو یو بل ته مخامخ ناست وی ۔ دَ هېچا پهٔ زړهٔ کښې به بل ته څهٔ خیرے نهٔ وی ۔

كَذٰلِكَ١۫ وَ زَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍؕ۝۵۴

ترجمه: هم دغه شان به وی اؤ پهٔ نکاح به ورکړو ورته ښائسته حورې دَ غټو غټو سترګو والا ف۴۳

ف۴۳: یعنی ښائسته حورې به ورسره ملګری کړو ۔

یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ اٰمِنِیْنَۙ۝۵۵

ترجمه: راغواړی به پهٔ دې جنّت کښې هر قسم مېوې پهٔ اطمینان سره ۔ ف۴۴

ف۴۴: یعنی کوم قسم مېوه چې ېٔ زړهٔ غواړی هغه به ورته سمدستی حاضریږی۔ هېڅ فکر به ورسره نهٔ وی اؤ پهٔ مجلس کښې چې څهٔ غواړی هغه به بې غمه خوری څښی ۔

لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا الْمَوْتَ اِلَّا الْمَوْتَةَ الْاُوْلٰی١ۚ وَ وَقٰىهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِۙ۝۵۶

ترجمه: نهٔ به څکی پکښې مرګ بې دَ مخکښینی مرګ نه ف۴۵ اؤ بچ ېٔ کړل دَ دوزخ دَ عذاب نه ۔

ف۴۵: دا دَ خوشحالیٔ ژوند به همېشه هم دغسې وی ۔ نهٔ به ورته مرګ راځی اؤ نهٔ به پهٔ نعمتونو کښې څهٔ کمے راځی ۔

فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكَ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۝۵۷

ترجمه: دا ستا دَ رب پهٔ فضل ، هم دغه ده غټه کامیابی ۔ ف۴۶

ف۴۶: دَ دې نه غټه کامیابی به نوره څهٔ وی چې دَ هېڅ شی غم اؤ فکر نهٔ وی اؤ دَ خوشیٔ ټول اسباب اؤ هر قسم نعمتونه هر وخت حاضر وی اؤ دا هر څهٔ به همېشه دپاره وی څهٔ فرق به پکښې چرې نهٔ راځی ۔

فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ۝۵۸

ترجمه: نو دا قرآن آسان کړو مونږ ستا پهٔ ژبه چې یاد ېٔ ولری ۔ ف۴۷

ف۴۷: یعنی چې پهٔ خپله مورنۍ ژبه ورته پوهه آسانه وی ۔ ځان پرې ښهٔ پوهه کړی اؤ یاد ېٔ وساتی ۔

فَارْتَقِبْ اِنَّهُمْ مُّرْتَقِبُوْنَ۠۝۵۹

ترجمه: اوس تهٔ انتظار کوه دوی هم انتظار کوی ۔ ف۴۸

ف۴۸: یعنی کهٔ اوس هم نهٔ منی نو تهٔ ورته صبر وکړه دوی خو پهٔ دې انتظار دی چې پهٔ تا څهٔ سخته راشی ، خو تهٔ دوی ته ګوره چې دَ دوی به څهٔ حال کیږی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الْجَاثِیَۃِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ سَبْعٌ وَّ ثَلٰثُوْنَ اٰیَۃً وَّ اَرْبَعُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ جاثیه مکّه کښې نازل شوے ، دې کښې ووهٔ دېرش (۳۷) آیتونه اؤ څلور رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

حٰمٓۚ۝۱

ترجمه: حا ۔ میم ۔

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ۝۲

ترجمه: نازلؤل دَ کتاب دی دَ الله دَ طرف نه چې زبردست دے دَ حکمتونو خاوند دے ،

اِنَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُؤْمِنِیْنَؕ۝۳

ترجمه: بېشکه پهٔ آسمانونو کښې اؤ زمکه کښې ډېرې نښې دی دَ منونکیو دپاره۔ ف۱

ف۱: یعنی کهٔ څوک فکر کوی اؤ خبره منی اؤ خامخا ضد نهٔ کوی نو دَ زمکې آسمان پهٔ پیدائش اؤ دَ دې پهٔ مضبوط نظام چې غور وکړی نو یقین به ېٔ راشی چې ضرور داسې مضبوط نظام دَ ډېر حکمت اؤ غټ علم خاوند ذات جوړ کړے دے اؤ ښهٔ حفاظت ېٔ کوی ۔

اَلْبَعْرَةُ تَدُلُّ عَلَی الْبَعِیْرِ وَالْاَقْدَامُ تَدُلُّ عَلَی الْمَسِیْرِ فَکَیْفَ لَا یَدُلُّ هٰذَا النِّظَامُ الْعَجِیْبُ الْفَرِیْبُ عَلَی الصَّانِعِ اللَّطِیْفِ الْخَبِیْرِ ۔

(دَ یوې پچې نه معلومیږی چې دلته اوښ ګرځېدلے دے اؤ دَ قدم نه معلومیږی چې پهٔ دې څوک تللې (لاړ) دے ۔ نو دَ دنیا دومره عجیبه نظام نه به څنګه نهٔ معلومیږی چې دا یو ډېر مهربانه اؤ ښهٔ خبردار خالق جوړ کړې دے)

وَ فِیْ خَلْقِكُمْ وَ مَا یَبُثُّ مِنْ دَآبَّةٍ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَۙ۝۴

ترجمه: اؤ ستاسو پهٔ پیدا کؤلو کښې اؤ دا څومره ځناور چې ېٔ خوارهٔ کړی دی (دې ټولو کښې) ډېرې نښې دی دَ هغې خلقو دپاره چې یقین کوی ۔ ف۲

ف۲: یعنی کهٔ بنیادم دَ خپل ځان یا دَ نورو څارویو دَ خپل بدن پهٔ ساخت غور وکړی چې دا څومره باریکه مشینری ده اؤ څنګه پهٔ حکمت سره مسلسل کار کوی نو یقین به ېٔ راشی چې ضرور دَ دې څوک خالق شته چې ډېر پهٔ حکمت ېٔ دا څیزونه جوړ کړی دی ۔

وَ اخْتِلَافِ الَّیْلِ وَ النَّهَارِ وَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ رِّزْقٍ فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَ تَصْرِیْفِ الرِّیٰحِ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ۝۵

ترجمه: اؤ دَ شپې ورځې پهٔ بدلون کښې اؤ کوم چې نازل کړو الله دَ آسمان نه رزق ف۳ بیا ېٔ ژوندیٔ کړه ورباندې زمکه دَ هغې دَ مرګ نه پس اؤ پهٔ بدلون کښې دَ هواګانو ډېرې نښې دی دَ هغه خلقو دپاره چې دَ عقل نه کار اخلی ۔ ف۴

ف۳: یعنی اوبهٔ کومې چې دَ روزیٔ پیدا کېدو اصل بنیاد دے هغه ېٔ دَ آسمان نه راکوزې کړې بیا ېٔ پهٔ دغه اوبو دَ زمکې نه دَ خوراک قسما قسم څیزونه زرغون کړل ۔ (اؤ دَ هر ژوندی څیز دپاره ېٔ دَ رزق سامان برابر کړو)۔

ف۴: یعنی کهٔ لږ غوندې دَ عقل نه کار واخلی نو پته به ورته ولګی چې دا کارونه بې دَ یو قادر اؤ حکیم ذات نه بل څوک نهٔ شی کؤلے ۔

تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ١ۚ فَبِاَیِّ حَدِیْثٍۭ بَعْدَ اللّٰهِ وَ اٰیٰتِهٖ یُؤْمِنُوْنَ۝۶

ترجمه: دا دَ الله خبرې دی مونږ ېٔ اوروؤ تا ته صحیح صحیح نو پهٔ کومو خبرو به دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ خبرو نه غیر دوی یقین کوی؟ ف۵

ف۵: یعنی دَ هغه یو الله نه علاوه بل څوک دے چې داسې کارونه کؤلے شی چې دا دومره صفا واضحه خبره هم دَ دوی پهٔ عقل کښې نهٔ راځی نو آخر دوی انتظار دَ څهٔ کوی اؤ پهٔ کومه خبره به ېٔ یقین راځی؟

وَیْلٌ لِّكُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍۙ۝۷

ترجمه: تباهی ده دَ هر دروغژن ګناهګار دپاره ،

یَّسْمَعُ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُتْلٰی عَلَیْهِ ثُمَّ یُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا١ۚ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ۝۸

ترجمه: چې واؤری دَ الله خبرې چې ورته اورؤلے شی بیا ضد کوی اؤ لوئی کوی لکه چې نهٔ ېٔ وی اورېدلی ف۶ نو زېرے ورکړه دَ دردناک عذاب ،

ف۶: یعنی دَ کبر اؤ غرور پهٔ وجه حق خبره نهٔ اوری اؤ خپل کبر اؤ جهل دا اجازت نهٔ ورکوی چې حق ته غاړه کیږدی ، بلکې دَ حق اورېدو نه مخ داسې واړوی لکه چې هډو اورېدلی ېٔ نهٔ وی ۔

وَ اِذَا عَلِمَ مِنْ اٰیٰتِنَا شَیْـَٔا اِ۟تَّخَذَهَا هُزُوًا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌؕ۝۹

ترجمه: اؤ کوم وخت چې خبر شی زمونږ دَ خبرو نه پهٔ څهٔ خبرو نو ټوقه ترې جوړه کړی ، داسې خلقو دپاره دَ ذلّت عذاب دے ۔ ف۷

ف۷: یعنی څنګه چې دې دَ الله کلام سپک ګڼی اؤ غوږ ورته نه ږدی دغه شان به دهٔ ته هم سخت دَ سپکاوی اؤ ذلّت عذاب ورکؤلے شی ۔

مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ جَهَنَّمُ١ۚ وَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ مَّا كَسَبُوْا شَیْـًٔا وَّ لَا مَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ١ۚ وَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌؕ۝۱۰

ترجمه: دَ دوی شا ته دوزخ دے فائده به ورنهٔ کړی څهٔ چې ېٔ ګټلی دی هېڅ هم اؤ نهٔ به ېٔ هغه پکار راشی کوم چې ېٔ نیولی دی دَ الله نه غیر ملګری، ف۸ اؤ دَ دوی دپاره غټ عذاب دے ،

ف۸: یعنی مال دولت اؤ اولاد هېڅ شے به ېٔ پهٔ دغه ورځ نهٔ پکاریږی ۔ نهٔ به هغه دَ دروغو خدایان څهٔ مدد ورکؤلے شی دَ کومو نه چې ېٔ ډېره طمع ده اؤ نهٔ به ورته دَ بلې مخې څهٔ قسم امداد را رسېدے شی ۔ (پهٔ هېڅ شان ېٔ دَ عذاب نه خلاصے نشته) ۔

هٰذَا هُدًی١ۚ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ۠۝۱۱

ترجمه: دا هدایت دے اؤ څوک چې منکر دی دَ خپل رب دَ خبرو نه هغوی دپاره سخت دردناک عذاب دے ۔ ف۹

ف۹: یعنی دا قرآن یو هدایت دے چې خلقو ته دَ نیکیٔ لار ښئی اؤ څوک چې دا نهٔ منی نو سخت عذاب ته دې تیار شی ۔

اَللّٰهُ الَّذِیْ سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِیَ الْفُلْكُ فِیْهِ بِاَمْرِهٖ وَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَۚ۝۱۲

ترجمه: الله هغه دے چا چې قابو کښې درکړو تاسو ته دریاب چې چلیږی پکښې جهازونه دَ هغهٔ پهٔ حکم ف۱۰ اؤ چې تاسو تلاش وکړیٔ دَ هغهٔ دَ فضل نه اؤ چې حق ومنیٔ ، ف۱۱

ف۱۰: یعنی دریاب ېٔ درته داسې تابع کړو چې پهٔ جهازونو کښې پکښې کوم خوا ځیٔ تللی شیٔ ۔

ف۱۱: یعنی دَ تجارت دپاره بحری سفر کویٔ اؤ کهٔ دَ خوراک دپاره سمندر کښې ښکار کویٔ ، دَ مهی تازه غوښه خوریٔ اؤ کهٔ دَ سمندر دَ ویخ نه ملغلرې را وباسیٔ ، کالی (زیور) ترې جوړویٔ یا نورې فائدې ترې اخلیٔ ۔ لېکن دَ دې ټولو فائدو حاصلؤلو پهٔ وخت هغه ذات یاد لریٔ چا چې درباندې دا احسانونه کړی دی اؤ ناشکری مهٔ کویٔ ۔

وَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مِّنْهُ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ۝۱۳

ترجمه: اؤ دَ ستاسو پهٔ کار ېٔ لګیا کړل څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ټول دَ خپل طرف نه ف۱۲ بېشکه پهٔ دې کښې نښې دی دَ هغه خلقو دپاره چې سوچ کوی ۔ ف۱۳

ف۱۲: یعنی پهٔ حکم اؤ قدرت ېٔ دا ټول څیزونه ستاسو پهٔ کار لګؤلی دی ۔ دا خالصه دَ هغهٔ مهربانی ده چې دا دومره غټ غټ قوی اؤ لوی لوی څیزونه شپه ورځ دَ بنیادم پهٔ خدمت مشغول دی ۔

ف۱۳: کهٔ بنده سوچ وکړی نو پوهېدے شی چې دا دومره غټ غټ څیزونه دَ قابو کېدو نهٔ وو خو دَ الله پهٔ فضل اؤ مهربانیٔ زمونږ تابع شو اؤ زمونږ پهٔ خدمت لګیا دی نو مونږ ته پکار دی چې دَ دغه مهربانه اؤ حقیقی محسن (الله) ډېره تابعداری وکړو اؤ دَ هغهٔ رضا اؤ خوشحالی حاصله کړو چې دغه شان راباندې پهٔ آخرت کښې هم مهربانه شی اؤ آخر انجام مو ښهٔ شی ۔ (الله دې توفیق راکړی) ۔

قُلْ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَغْفِرُوْا لِلَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ اَیَّامَ اللّٰهِ لِیَجْزِیَ قَوْمًۢا بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۝۱۴

ترجمه: ووایه ایماندارو ته چې معاف کړی هغه کسان څوک چې طمع نهٔ لری دَ الله دَ ورځو ف۱۴ چې الله سزا ورکړی یو قوم ته بدله دَ هغې چې دوی ګټلی دی ۔ ف۱۵

ف۱۴: دَ ایّام الله نه مراد هغه ورځې دی پهٔ کومو کښې چې الله تعالیٰ خاصه سزا ورکړے ده یا ېٔ پهٔ خپلو تابعدارو بندیانو څهٔ خاص احسان کړے دے ۔ نو دلته دَ اَلَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ نه مراد هغه کافران دی څوک چې دَ الله دَ رحمت نه مایوسه اؤ دَ الله دَ عذاب نه بې فکره دی ۔

ف۱۵: یعنی مسلمانان دې خپله دَ کافرانو نه دَ بدل اخستو غم نهٔ کوی ۔ الله ته دې ېٔ وسپاری ، هغه به ورته پوره سزا ورکړی اؤ مؤمنانو ته به دَ صبر مناسب اجر ورکړی ۔

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا١٘ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ۝۱۵

ترجمه: چا چې نیک کار وکړو نو دَ خپل ځان دپاره اؤ چا چې ناکاره کار وکړو نو پهٔ ځان ېٔ دے ۔ ف۱۶ بیا خپل رب ته راګرځؤلے شیٔ ۔ ف۱۷

ف۱۶: یعنی دَ ښهٔ کار فائدہ کار کؤنکی ته ده ، دَ الله ورته څهٔ حاجت نشته اؤ بدی کؤنکے دَ خپل ځان سره بد کوی ځکه چې سزا به ېٔ هم دې خوری ۔ دَ یو پهٔ بدل کښې بل نهٔ شی نیؤلے ۔ غرض دا چې هر سړی ته دَ خپلې نفعې نقصان فکر پکار دے ۔ څهٔ چې کوی ښهٔ دې پوهه شی چې فائده ېٔ هم دَ دهٔ ده اؤ نقصان ېٔ هم دهٔ ته دے ۔

ف۱۷: یعنی هلته چې ورسی نو هر چا ته به خپل ښهٔ بد ښکاره شی اؤ دَ خپلو عملونو مېوه به خوری ۔

وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ وَ الْحُكْمَ وَ النُّبُوَّةَ وَ رَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَ فَضَّلْنٰهُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَۚ۝۱۶

ترجمه: اؤ بېشکه مونږ ورکړو بنی اسرائیلو ته کتاب اؤ حکومت اؤ پېغمبری اؤ خوراک ته مو ورکړل پاک څیزونه ۔ ف۱۸ اؤ فضیلت ورکړو مونږ پهٔ جهان ۔ ف۱۹

ف۱۸: یعنی توریٰت مو ورکړو اؤ حکومت اؤ دَ فیصلې کؤلو عقل یا دَ دین پوهه مو ورکړه اؤ پهٔ دې قوم کښې مو ډېر پېغمبران را واستؤل ۔ دا خو دَ روح غذا شوه اؤ دَ بدن غذا مو هم بهترینه اؤ پاکه ستره ورکره ۔ دَ آسمان نه ورته من و سلویٰ راغلهٔ ۔ (اؤ پهٔ ملک کښې ېٔ ډېرې غلې اؤ ښې ښې مېوې پیدا کېدے) ۔

ف۱۹: یعنی پهٔ هغه زمانه کښې ورته کلی فضیلت حاصل وهٔ اؤ پهٔ جزوی فضیلت کښې خو ېٔ دَ زمانې قید ته حاجت نشته ۔

وَ اٰتَیْنٰهُمْ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الْاَمْرِ١ۚ فَمَا اخْتَلَفُوْۤا اِلَّا مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ١ۙ بَغْیًۢا بَیْنَهُمْ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۝۱۷

ترجمه: اؤ ور مو کړې واضحې خبرې دَ دین ف۲۰ بیا چې هغوی کوم اختلاف وکړو نو دَ پوهې نه پس پهٔ خپلو کښې دَ ضد پهٔ وجه ، بېشکه ستا رب به فیصله وکړی دَ دوی ترمینځه دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ کومو خبرو کښې چې دوی جګړې کؤلے ف۲۱

ف۲۰: یعنی ډېر واضح اؤ صفا صفا احکام یا څرګندې معجزې چې دَ پېغمبر دَ صداقت دپاره څرګند دلیلونه وو ۔

ف۲۱: یعنی خپلو کښې دَ ضد اؤ دشمنیٔ پهٔ وجه ېٔ اصل کتاب پرېښو ۔ ګڼې ډلې پکښې جوړې شوې ۔ چې عملی فیصله به ېٔ دَ قیامت پهٔ ورځ وشی هغه وخت به ورته پته ولګی چې دَ دوی دَ اختلاف اصل سبب دَ خواهشاتو نه سوا هېڅ نهٔ وهٔ ۔

ثُمَّ جَعَلْنٰكَ عَلٰی شَرِیْعَةٍ مِّنَ الْاَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَ لَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۱۸

ترجمه: بیا مو تهٔ مقرر کړې پهٔ یوه لار دَ دین دَ کار نو تهٔ هم پهٔ دغه لار ځه اؤ مهٔ ځه دَ هغوی پهٔ خواهشونو پسې څوک چې نهٔ پوهیږی ۔ ف۲۲

ف۲۲: یعنی پهٔ داسې ګډ وډ وخت اؤ ډله بازیٔ پهٔ دور کښې مونږ تا ته دَ دین صحیح لار وښیٔله نو تا ته اؤ ستا امت ته پکار دی چې پهٔ دغه صراطِ مستقیم برابر نېغ روان شیٔ اؤ دَ جاهلانو اؤ بې وقوفانو دَ خبرو هېڅ پرواه مهٔ ساتیٔ ۔ مثلًا دَ دوی خواهش دا دے چې تهٔ دَ دوی دَ پېغورونو اؤ بدو ردو پهٔ وجه حقه لار پرېږدې اؤ تبلیغ بند کړې اؤ دا هم غواړی چې مسلمانانو کښې هم لکه دَ یهودیانو ډلې پرے جوړې شی نو دَ دوی دا خواهشونه پامال کؤلو ضروری دی ۔

اِنَّهُمْ لَنْ یُّغْنُوْا عَنْكَ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا١ؕ وَ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ١ۚ وَ اللّٰهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِیْنَ۝۱۹

ترجمه: دوی هرګز ستا پهٔ ښه نهٔ راځی دَ الله پهٔ مخکښې هېڅ هم ۔ ف۲۳ اؤ بېشکه ظالمان دَ یو بل ملګری دی ، اؤ الله ملګرے دے دَ پرهیزګارو ۔ ف۲۴

ف۲۳: یعنی دَ دوی طرف ته اوړېدل دَ الله سره ستا هېڅ نهٔ پکاریږی ۔

ف۲۴: یعنی انصاف پسند اؤ رښتونے مسلمان دَ ظالم اؤ بې لارې کافر سره هېچرې نهٔ شی ملګرے کېدے ۔ هغه خو دَ الله تابعدار بنده دے اؤ یو الله ېٔ ملګرے اؤ مددګار دے نو پکار ده چې هم پهٔ خپل رب ېٔ باور وی اؤ هم دَ هغهٔ پهٔ لار نېغ روان وی بل خوا نهٔ ګوری ۔

هٰذَا بَصَآىِٕرُ لِلنَّاسِ وَ هُدًی وَّ رَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ۝۲۰

ترجمه: دا دَ عقل خبرې دی دَ خلقو دپاره اؤ هدایت اؤ رحمت دے دَ هغه چا دپاره چې یقین کوی ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی دې قرآن کښې ډېرې بصیرت افروز خبرې دی ۔ خلقو ته دَ کار خبرې اؤ دَ کامیابیٔ لار ښئی چا چې دَ دې پهٔ هدایت عمل وکړو دَ هغهٔ دپاره خالص رحمت اؤ برکت دے ۔

اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ اجْتَرَحُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ١ۙ سَوَآءً مَّحْیَاهُمْ وَ مَمَاتُهُمْ١ؕ سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ۠۝۲۱

ترجمه: آیا دا ګومان کوی هغه کسان چې ګټلی ېٔ دی بدیٔ چې مونږ به ېٔ برابر کړو دَ هغه کسانو سره چا چې ایمان راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی (اؤ دا خیال کوی) چې برابر دے دَ دې دواړو مرګ اؤ ژوند ، خرابې دی کومې دعوې چې دوی کوی ف۲۶

ف۲۶: یعنی دَ الله دَ کامل حکمت اؤ رحمت شان ته چې وکتې شی نو آیا دَ یو هوښیار پهٔ عقل کښې دا خبره راځی چې دَ یو ظالم بدمعاش اؤ دَ یو نیک صالح سړی انجام به دَ الله سره یو شان وی؟ هرګز نه ۔ نهٔ پهٔ دې ژوند کښې دواړه برابرېدے شی اؤ نهٔ پهٔ آخرت کښې ۔ یو نیک بنده ته چې پهٔ دې دنیا کښې الله تعالیٰ کوم دَ زړهٔ اطمینان اؤ سکون اؤ پهٔ خلقو کښې کوم مقبولیت اؤ قدر عزت ورکوی هغه دَ یو ظالم اؤ بدکاره پهٔ قسمت کښې چرته دے ۔ دَ ظالم خو پهٔ دې ژوند کښې هم زړهٔ بې آرامه وی اؤ دَ حرص اؤ کینې پهٔ لمبو کښې سوزی اؤ پهٔ آخرت کښې ېٔ هم همېشه دَ دوزخ اور پهٔ نصیب وی ۔ غرض دا چې دا یو ډېر غلط خیال دے چې دَ نیکانو اؤ بدانو مرګ اؤ ژوند یو شان دے ۔ دا دَ الله تعالیٰ دَ حکمت تقاضا نهٔ ده ۔ پهٔ دې ژوند کښې هم دَ دواړو فرق لږ غوندې څرګند وی خو پهٔ آخرت کښې به ېٔ فرق پوره واضح شی ۔

وَ خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِالْحَقِّ وَ لِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۝۲۲

ترجمه: اؤ پیدا کړل الله آسمانونه اؤ زمکه څنګه چې پکار وو اؤ چې بدله ومومی هر بنده دَ خپلې ګټې اؤ پهٔ دوی به ظلم نهٔ کیږی ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی دا دنیا بې مطلبه نهٔ ده پیدا شوے بلکې پهٔ خاص مطلب پهٔ ډېر حکمت جوړه شوے ده چې خلق پکښې غور فکر وکړی اؤ دا اندازه ولګوی چې واقعی دَ دې جوړؤنکے دَ ډېر لوی حکمت اؤ عظیم قدرت مالک دے اؤ یوه ورځ به دَ دې عالم نتیجه راووځی چې هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکؤلے شی اؤ دغه آخرت دے ۔

اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَ اَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰی عِلْمٍ وَّ خَتَمَ عَلٰی سَمْعِهٖ وَ قَلْبِهٖ وَ جَعَلَ عَلٰی بَصَرِهٖ غِشٰوَةً١ؕ فَمَنْ یَّهْدِیْهِ مِنْۢ بَعْدِ اللّٰهِ١ؕ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ۝۲۳

ترجمه: ښه تهٔ وګوره چا چې حاکم کړو ځان ته خپل خواهش اؤ ګمراه کړو الله سره دَ پوهې ۔ ف۲۸ اؤ مهر ېٔ ولګؤلو دَ هغهٔ پهٔ غوږونو اؤ دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ اؤ راېٔ وسته دَ هغهٔ پهٔ سترګو تیارهٔ نو داسې سړے به څوک پهٔ لار را واړوی بې دَ الله نه آیا تاسو غور نهٔ کویٔ ۔ ف۲۹

ف۲۸: یعنی دا بدبخته سره دَ پوهې پهٔ ګډو وډو سر شو اؤ سمه لار ېٔ پرېښوه ۔ اؤ یا ېٔ دا مطلب دے چې الله تعالیٰ ته دا معلومه ده چې دَ دهٔ استعداد خراب دے پهٔ سمه لار دَ تلو قابل نهٔ دے ، هم دغه شان به ګمراه وی ۔

ف۲۹: یعنی کوم سړے چې خپل خواهش پهٔ ځان حاکم کړی څهٔ چې ورته خپل زړهٔ وائی هغه کوی ۔ دَ حق اؤ ناحق اؤ نیک و بد څهٔ فرق نهٔ کوی نو الله تعالیٰ ېٔ هم دغه شان ګمراهیٔ کښې پرېږدی ۔ بیا داسې حد ته ورسی چې نهٔ پهٔ غوږو نصیحت اوری ، نهٔ ېٔ سمې خبرې ته فکر رسی اؤ نهٔ دَ زړهٔ پهٔ سترګو دَ حق رڼا وینی ۔ نو څوک چې دَ خپلې بدبختیٔ پهٔ وجه الله تعالیٰ داسې حد ته ورسوی بل کوم طاقت دے چې سمې لارې ته به ېٔ را واړوی ۔

وَ قَالُوْا مَا هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَ نَحْیَا وَ مَا یُهْلِكُنَاۤ اِلَّا الدَّهْرُ١ۚ وَ مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ١ۚ اِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ۝۲۴

ترجمه: اؤ وائی (مشرکان) نور هېڅ نشته خو بس زمونږ دغه دَ دنیا ژوند دے مرو اؤ ژوندی کیږو ، اؤ چې وژنی مو نو وخت مو وژنی ۔ ف۳۰ اؤ دوی پهٔ دې هېڅ خبر نهٔ دی خو هسې اټکل جنګوی ۔ ف۳۱

ف۳۰: یعنی هم دغه دَ دې دنیا ژوند دے اؤ بل ژوند نشته اؤ لکه څنګه چې پهٔ سپرلې کښې شینکے دَ زمکې نه زرغون شی اؤ بیا اوچ شی دَ خاؤرو سره خاؤرې شی ۔ دغه شان بنیادم هم پیدا شی ۔ څهٔ موده ژوند پوره کړی اؤ بیا مړ شی ۔ دَ ژوند اؤ مرګ دا سلسله هم دغه شان جاری ده ۔ څوک مری اؤ څوک نور پیدا کیږی ۔ دَ دې نه اخوا نور هېڅ نشته ۔ څوک چې مړهٔ شو هغه ختم شو بیا به نهٔ ژوندی کیږی اؤ نهٔ دَ دې ژوند څهٔ حساب کتاب شته ۔

ف۳۱: یعنی دَ دَهَرْ خو نوم دے دَ زمانې (وخت) اؤ دا یو بې حسه اؤ بې شعوره شے دے چې هېڅ کار نهٔ شی کؤلے اؤ نهٔ ېٔ اراده اؤ قدرت شته ۔ نو ضرور به دَ دې نه دَ دوی مطلب څهٔ بل شے وی چې دوی ته معلوم نهٔ دے خو پهٔ دنیا کښې ېٔ تصرّف چلیږی اؤ پهٔ حالاتو کښې تبدیلیٔ راولی ۔ نو بیا دَ دغې تصرّف اؤ بدلون نسبت الله ته ولې ونهٔ کړې شی چې دَ هغهٔ وجود اؤ تصرّف پهٔ عقلی اؤ نقلی اؤ فطری دلیلونو ثابت دے ۔ دَ وخت بدلون اؤ دَ شپې ورځې کمے زیاتے اؤ ټول تصرّفات دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی ۔ هم دغې معنٰی ته اشاره شوے ده ۔ پهٔ حدیث شریف کښې چې دَهر ته بد مهٔ واییٔ دَهر الله دے ۔ یعنی بنده خو زمانې ته بد رد پهٔ دې خیال وائی چې دا حوادث اؤ انقلاب زمانه راولی اؤ حال دا دے چې دَ زمانې هېڅ قدرت نشته ۔ دا ټول حوادث اؤ انقلابونه دَ الله پهٔ اراده اؤ مشیت کیږی نو زمانې ته بد وئیل پهٔ اصل کښې دَ الله تصرّفاتو ته بد وئیل اؤ دَ الله پهٔ شان کښې بې ادبی ده ۔

وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۲۵

ترجمه: اؤ کوم وخت چې واورؤلے شی دوی ته زمونږ آیتونه صفا صفا نو دوی سره نور هېڅ دلیل نهٔ وی خو دغه وائی چې راولیٔ زمونږ پلار نیکهٔ کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ۔ ف۳۲

ف۳۲: یعنی کله چې ورته دَ دوباره ژوند پهٔ باره کښې دَ قرآن آیتونه اورؤلے شی نو وائی مونږ هېڅ نهٔ منو خو ستاسو دا دعویٰ کهٔ رښتیا وی چې الله تعالیٰ به مړی بیا ژوندی کوی نو زمونږ مشران چې مړهٔ دی هغه دې ژوندی کړی چې مونږ ېٔ ووینو نو یقین به مو وشی چې بېشکه مړی ژوندی کېدے شی ۔

قُلِ اللّٰهُ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یَجْمَعُكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۠۝۲۶

ترجمه: تهٔ ورته ووایه الله ژوندی کوی تاسو بیا مو مړهٔ کوی بیا به مو راجمع کوی دَ قیامت تر ورځې پهٔ دې کښې هېڅ شک نشته خو ډېر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۳۳

ف۳۳: یعنی چا چې یو ځل ژوندی کړل بیا ېٔ مړهٔ کړل نو دویٔم ځل ېٔ ژوندی کؤل هېڅ ګران نهٔ دی ټول به بیا ژوندی کړی اؤ یو ځائې ته به ېٔ دَ حساب دپاره راغونډ کړی ۔

وَ لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ یَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّخْسَرُ الْمُبْطِلُوْنَ۝۲۷

ترجمه: اؤ خالصه دَ الله بادشاهی ده پهٔ آسمانونو کښې اؤ پهٔ زمکه اؤ پهٔ کومه ورځ چې قائم شی قیامت پهٔ دغه ورځ به تباه شی دروغژن ف۳۴

ف۳۴: پهٔ هغه ورځ چې ذلیل اؤ خوار شی نو پته به ورته ولګی چې څنګه پهٔ خطا روان وو ۔

وَ تَرٰی كُلَّ اُمَّةٍ جَاثِیَةً١۫ كُلُّ اُمَّةٍ تُدْعٰۤی اِلٰی كِتٰبِهَا١ؕ اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۲۸

ترجمه: اؤ تهٔ به وینې هره ډله چې ناست به وی پهٔ ګوډو ف۳۵ هره ډله به رابللې شی خپلې خپلې عملنامې ته ، نن به تاسو بدله مومیٔ څهٔ چې مو کؤل ، ف۳۶

ف۳۵: یعنی دَ ویرې اؤ هېبته به نېغ ودرېدے نهٔ شی ۔ پړ مخ به پراتهٔ وی ۔

ف۳۶: یعنی هر سړے به خپلې عملنامې ته رابللې شی اؤ دَ هغې موافق به حساب کیږی اؤ هر چا ته به دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکؤلے شی ۔ څهٔ چې ېٔ پهٔ دنیا کښې ګټلی دی هغه به نن مومی ۔

هٰذَا كِتٰبُنَا یَنْطِقُ عَلَیْكُمْ بِالْحَقِّ١ؕ اِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۲۹

ترجمه: دا زمونږ دفتر دے چې ښئی تاسو ته ستاسو عملونه صحیح صحیح ف۳۷ بېشکه مونږ مسلسل لیکل څهٔ چې تاسو کؤل ۔ ف۳۸

ف۳۷: یعنی دنیا کښې چې ېٔ څهٔ کړی وو ۔ دغه عملنامه به ورته هلته ټیک ټیک وښئی نهٔ به پکښې دَ یوې ذرې کمے وی نهٔ زیاتے ۔

ف۳۸: یعنی مونږ ته خو هر شے دَ ازل نه معلوم وهٔ خو دَ قانونی کارواییٔ دپاره زمونږ فرښتې پهٔ لیک مقرر وې تاسو چې څهٔ کؤل پهٔ هغه وخت ېٔ هر څهٔ لیکل اؤ نن هغه ټول دفتر ستاسو مخکښې دے ۔

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِیْ رَحْمَتِهٖ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ۝۳۰

ترجمه: نو کومو خلقو چې ایمان راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی نو هغوی به ننباسی خپل رب پهٔ خپل رحمت کښې هم هغه غټه کامیابی ده ۔ ف۳۹

ف۳۹: یعنی پهٔ جنّت کښې چرته چې به دَ الله اؤ کامله مهربانی وی ۔

وَ اَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١۫ اَفَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ۝۳۱

ترجمه: اؤ چا چې کفر کړے دے (هغوی ته به ووئیلې شی) آیا تاسو ته نهٔ وو اورولی شوی زما آیتونه بیا تاسو لوئی وکړه اؤ تاسو ویٔ ګناهګار ۔ ف۴۰

ف۴۰: یعنی زمونږ دَ طرف نه پرې نصیحت اؤ پوهه کؤلو کښې هېڅ کمے نهٔ دے شوے ۔ پېغمبرانو درسره پوره خواری کړے وه خو تاسو کبر اؤ غرور حق منلو ته نهٔ پرېښویٔ ۔ تر دې چې پاخهٔ مجرمان شویٔ ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ وخته پاخهٔ مجرمان ویٔ نو حق ته مو غاړه نهٔ کښېښوه ۔

وَ اِذَا قِیْلَ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّ السَّاعَةُ لَا رَیْبَ فِیْهَا قُلْتُمْ مَّا نَدْرِیْ مَا السَّاعَةُ١ۙ اِنْ نَّظُنُّ اِلَّا ظَنًّا وَّ مَا نَحْنُ بِمُسْتَیْقِنِیْنَ۝۳۲

ترجمه: اؤ کله چې به درته ووئیلی شو دَ الله وعده حقه ده اؤ پهٔ قیامت کښې هېڅ شک نشته نو تاسو به وې مونږ خو نهٔ پوهیږو قیامت څهٔ وی مونږ ته خو هسې خیال غوندې راځی لېکن زمونږ پرې یقین نهٔ کیږی ۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی تهٔ چې دَ قیامت کومې عجیبه عجیبه ناشنا خبرې کوے دې ته زمونږ عقل نهٔ رسی اؤ نهٔ پوهیږو چې دا به څنګه کیږی ۔ هسې له تا نه پهٔ اورېدو زمونږ لږ غوندې خیال کښې راشی خو یقین مو پرې پهٔ هېڅ شان نهٔ راځی ۔

وَ بَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَ حَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۝۳۳

ترجمه: اؤ څرګندې به شی ورته بدیٔ دَ خپلو کارونو اؤ را اپورټه به شی ورباندې هغه څیز چې ورپورې به ېٔ خندل ، ف۴۲

ف۴۲: یعنی کله چې قیامت راشی نو دَ خپلو ناکاره کارونو نتیجې به ورته ښکاره شی اؤ دَ عذاب اؤ حساب کتاب پهٔ خبرو پورې چې ېٔ کومې خنداګانې کؤلے هغه به پرې ټولې اپوټه شی ۔

وَ قِیْلَ الْیَوْمَ نَنْسٰىكُمْ كَمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا وَ مَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَ مَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ۝۳۴

ترجمه: اؤ ورته به حکم وشی نن مونږ تاسو هېروؤ لکه څنګه چې تاسو هېر کړے وهٔ دَ دغې ورځې ملاقات ف۴۳ اؤ دېره ستاسو دوزخ دے اؤ هېڅوک مو مددګار نشته ۔

ف۴۳: یعنی پهٔ دنیا کښې تاسو دغه ورځ هېره کړے وه نو زهٔ به مو نن دَ خپل رحم نه هېر کړم ۔ اؤ څنګه چې دَ دنیا پهٔ عیش کښې ډوب ویٔ ، آخرت مو هېر وهٔ ۔ دغه شان به اوس همېشه پهٔ دوزخ کښې پراتهٔ ییٔ اؤ هېڅ رحم به درباندې نهٔ کیږی ۔

ذٰلِكُمْ بِاَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا وَّ غَرَّتْكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا١ۚ فَالْیَوْمَ لَا یُخْرَجُوْنَ مِنْهَا وَ لَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ۝۳۵

ترجمه: دا ځکه چې تاسو جوړه کړے وه دَ الله دَ آیتونو سره ټوقه اؤ مست شوی ویٔ دَ دنیا پهٔ ژوند ف۴۴ نو نن به نهٔ ویستې شی دَ دې دوزخ نه اؤ نهٔ به ېٔ توبه قبلیږی ۔ ف۴۵

ف۴۴: یعنی دَ دنیا پهٔ مزو داسې مست ویٔ چې هډو دا خیال مو نهٔ وهٔ چې دا به رانه پاتې کیږی اؤ مونږ به دَ الله پهٔ دربار کښې پیش کیږو دَ دې ژوند به رانه حساب غوښتے شی ۔ اؤ کهٔ کله مو دا خیال ته راغلے هم وی نو زړهٔ ته مو پهٔ دې تسلّی ورکړے ده چې څنګه پهٔ دې دنیا کښې مونږ دَ مسلمانانو نه زیات پهٔ آرام یو دغه شان به پهٔ آخرت کښې هم یو ۔

ف۴۵: یعنی نهٔ به دَ دوزخ نه ویستې شی اؤ نهٔ به دومره مهلت ورکؤلے شی چې دَ الله دَ راضی کؤلو کوشش وکړی ۔

فَلِلّٰهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَ رَبِّ الْاَرْضِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۳۶

ترجمه: نو دَ الله دی ټول تعریفونه چې رب دے دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ رب دے دَ ټول جهان ۔

وَ لَهُ الْكِبْرِیَآءُ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١۪ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۠۝۳۷

ترجمه: اؤ هم هغهٔ لره ده لوئی پهٔ آسمانونو کښې اؤ زمکه کښې اؤ هم هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۴۶

ف۴۶: نو بنده ته پکار دی چې قادر و توانا رب ته متوجه شی ۔ دَ هغهٔ دَ احسانونو قدر وکړی ، دَ هغهٔ پهٔ احکامو عمل وکړی اؤ پهٔ هره طریقه دَ هغهٔ دَ راضی کؤلو کوشش وکړی ۔ هر وخت اؤ پهٔ هر حالت کښې ځان تابعدار ثابت کړی اؤ هېڅ قسم سرکشی اؤ نافرمانی ونهٔ کړی چې هغه ېٔ پهٔ خپل عظیم فضل اؤ رحم و کرم دَ قیامت دَ سختو نه خلاص کړی ۔ حدیث قدسی دے ۔

اَلْکِبْرِیَاءُ رِدَاءِیْ وَالْعَظْمَةُ اِزَارِیْ فَمَنْ نَازَعَنِیْ وَاحِدًا مِّنْهُمَا قَذَفْتُهٗ فِی النَّارِ۔

(لوئی اؤ عزّت زما جامه ده چا چې پهٔ دې یو کښې هم زما سره مقابله وکړه زهٔ به ېٔ پهٔ اور کښې واچؤم)

(یا الله تهٔ دَ اطاعت توفیق راکړې اؤ دَ خپل غضب اؤ دوزخ نه مو وساتې)