فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَی اللّٰهِ وَ كَذَّبَ بِالصِّدْقِ اِذْ جَآءَهٗ١ؕ اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ۳۲
ترجمه: نو بیا څوک ډېر ظالم دے دَ هغه چا نه چې دروغ ېٔ جوړ کړل پهٔ الله اؤ تکذیب ېٔ وکړو دَ رښتیا خبرې کله چې ورته را ورسېده (دا رښتیا خبره) آیا نهٔ ده پهٔ دوزخ کښې دېره دَ منکرانو ۔ ف۴۹
ف۴۹: پهٔ الله ېٔ دروغ جوړ کړل ۔ یعنی شریکان ېٔ ورسره پیدا کړل یا ېٔ ورته ځامن لوڼه جوړ کړل یا ېٔ ورته داسې صفات ثابت کړل کوم چې دَ هغهٔ قابل نهٔ وو اؤ تکذیب ېٔ وکړو دَ رښتیا خبرې یعنی دَ نبیانو پهٔ خبرو ېٔ یقین ونهٔ کړو ۔ دَ دې نه زیات ظلم به نور څهٔ وی اؤ داسې ظالمانو دپاره دَ دوزخ نه علاوه بل کوم ځائې دے ۔ عام تفسیر ېٔ دغه دے خو شاه صاحبؒ لیکلی دی (نعوذ بالله) کهٔ نبی پهٔ دروغه دَ الله نوم واخستو نو دَ هغهٔ نه به زیات ظالم څوک وی اؤ کهٔ تاسو دروغ وګڼلو نو له تاسو نه زیات ظالم بل نشته ګویا دَ دواړو جملو مصداق جدا جدا دے ۔
وَ الَّذِیْ جَآءَ بِالصِّدْقِ وَ صَدَّقَ بِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ۳۳
ترجمه: اؤ چا چې راؤړه رښتونی خبره اؤ چا چې رښتیا وګڼله هم دغه خلق دی ویرېدونکی ۔ (دَ الله نه) ف۵۰
ف۵۰: یعنی دَ الله نه دَ ویرېدونکیو شان دا دے چې همېشه رښتونې خبر راؤړی ۔ رښتیا وائی اؤ پهٔ رښتیاؤ یقین کوی ۔
شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ رښتیا خبر راؤړو نبی اؤ پهٔ رښتیاؤ یقین وکړو مؤمنانو نو دلته هم دَ دواړو جملو مصداق جُدا جُدا شو ۔
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ؕ ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الْمُحْسِنِیْنَۚۖ۳۴
ترجمه: دَ دوی دپاره دی څهٔ چې دوی غواړی دَ خپل رب سره ، دغه ده جزا دَ نیکانو ،
لِیُكَفِّرَ اللّٰهُ عَنْهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ عَمِلُوْا وَ یَجْزِیَهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۳۵
ترجمه: دې دپاره چې لرې کړی الله دَ دوی نه هغه ناکاره کارونه چې دوی کړی وو اؤ بدله کښې ورکړی ثواب دَ ښو کارونو چې دوی به کؤل ۔ ف۵۱
ف۵۱: یعنی الله تعالیٰ به نیکانو اؤ پرهېزګارو ته دَ نیکو کارونو بهتره جزا ورکړی اؤ کهٔ څهٔ غلطی ترې شوی وی هغه به ورته معاف کړی ۔
تنبیه: شاید ”اَسْوَءَ“ اؤ ”اَحْسَنَ“ دواړه دَ اسمِ تفضیل صیغې ځکه استعمال شوی دی چې دَ نیکو بندیانو اؤ دَ لوئے مرتبې والؤ معمولی غلطی هم غټه ګڼلې شی ۔ والله اعلم ۔
اَلَیْسَ اللّٰهُ بِكَافٍ عَبْدَهٗ١ؕ وَ یُخَوِّفُوْنَكَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ١ؕ وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍۚ۳۶
ترجمه: آیا کافی نهٔ دے الله خپل بنده ته؟ اؤ دوی تا ویروی دَ هغه څیزونو نه چې دَ الله نه غیر دی اؤ دَ چا نه چې الله سمه لار خطا کړی نو هېڅوک نشته هغهٔ ته لار ښودونکے ،
وَ مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّضِلٍّ١ؕ اَلَیْسَ اللّٰهُ بِعَزِیْزٍ ذِی انْتِقَامٍ۳۷
ترجمه: اؤ چا ته چې الله سمه لار وښیٔ نو هېڅوک نشته دَ هغهٔ نه لار خطا کؤنکے، آیا نهٔ دے الله زبردست بدله اخستونکے ۔ ف۵۲
ف۵۲: څو آیته مخکښې ”ضَرَبَ اللہُ مَثَلًا“ الآیة کښې دَ شرک رد اؤ دَ مشرکانو جهالت واضح کړې شوے وهٔ ۔ پهٔ دې خبره به مشرکانو رسول اللهﷺ دَ خپلو بتانو نه ویرؤلو ۔ چې ګوره تهٔ زمونږ خدایانو ته غصه مهٔ وروله اؤ توهین ېٔ مهٔ کوه ګنی تا به (نعوذ بالله) لیونے کړی اؤ سخت نقصان به در ورسوی ۔ دَ دې ځواب وشو چې څوک دَ داسې زبردست الله محبوب بنده وی هغه دَ داسې بې وسه اؤ بیکاره خدایانو نه نهٔ ویریږی ۔ آیا دَ دومره زبردست بدله اخستونکی الله امداد اؤ ملګرتیا هغهٔ ته کافی نهٔ ده چې دَ بل چا نه به ویریږی ۔ دا هم دَ مشرکانو یوه غټه بې وقوفی اؤ جهل دے چې دَ توحید پرستار دَ داسې عاجزانو بې وسه خدایانو نه ویریږی ۔ حقه خو دا ده چې چا ته سمه لار ښودل اؤ نهٔ ښودل دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ۔ چا ته چې دَ هغهٔ دَ خراب استعداد پهٔ وجه سمه لار ښودل نهٔ غواړی نو هغه شان لیونیان شی پهٔ غټو غټو واضحو خبرو هم نهٔ پوهیږی ۔ دا بې وقوفان دومره فکر هم نهٔ کوی چا سره چې دَ داسې زبردست الله امداد ملګرے وی هېڅوک هم ورته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے اؤ څوک چې ورته نیت خراب کړی هغه خپله تباه و برباد شی ۔ غیرتی اؤ زبردست الله دَ خپلو وفادارو بندیانو بدله ضرور اخلی ۔
وَ لَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ١ؕ قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ١ؕ قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ١ؕ عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ۳۸
ترجمه: اؤ کهٔ تهٔ دَ دوی نه تپوس وکړې چا جوړ کړی دی آسمانونه اؤ زمکه نو دوی به ضرور ووائی الله ، تهٔ ووایه نو بیا تاسو وخو ګوریٔ دَ چا عبادت چې کویٔ دَ هغهٔ نه غیر کهٔ الله ما ته څهٔ تکلیف (راکؤل) وغواړی نو آیا دوی داسې دی چې لرې به کړی له ما نه دَ هغهٔ تکلیف یا کهٔ هغه اراده وکړی پهٔ ما دَ مهربانیٔ (کؤلو) نو آیا دوی داسې دی چې منع کړې شی دَ هغهٔ مهربانی ، تهٔ ووایه کافی دے ما ته الله ، هم پهٔ دې الله تکیه کوی تکیه کؤنکی ، ف۵۳
ف۵۳: یعنی یو طرف ته خو الله دے چې تاسو ېٔ خپله دَ زمکې اؤ آسمانونو خالق منیٔ اؤ بل طرف ته دا دَ کاڼی بې ساه بتان دی ۔ چې کهٔ دَ ټولې دنیا بتان راجمع شی هم دَ الله دَ طرفه راغلے یو معمولی تکلیف نهٔ شی لرې کؤلے ۔ نو اوس خپله انصاف وکړیٔ چې پهٔ کوم یو پوره اعتماد پکار دے اؤ دَ چا دَ امداد اسره پکار ده ۔ دَ هودؑ قوم هم هغهٔ ته وئیلی وو ۔ ”اِنْ نَّقُوْلُ اِلَّا اعْتَرٰكَ بَعْضُ اٰلِهَتِنَا بِسُوءٍ ۔“ (مونږ خو هم دا وایو چې زمونږ پهٔ معبودانو کښې درباندې چا څهٔ چل کړے دے (ځکه داسې بې سره خبرې کوے) اؤ هغهٔ هم دغه ځواب ورکړے وهٔ ۔ ”اِنِّیْۤ اُشْهِدُ اللهَ وَاشْهَدُوْۤا اَنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِکُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ فَکِیْدُوْنِیْ جَمِیْعًا ثُمَّ لَا تُنْظِرُوْنَ اِنِّیْ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ رَبِّیْ وَ رَبِّکُمْ ۔“ الآیة ۔ (زهٔ ګواه کوم الله اؤ دا اعلان کوم چې زهٔ دَ هغه څیزونو نه بیزار یم کوم چې تاسو دَ الله سره شریکویٔ دَ الله نه غیر نو تاسو ټول خپل وس وکړیٔ اؤ هېڅ مهلت مهٔ راکویٔ زما پهٔ خپل الله باور دے چې زما اؤ ستاسو ټولو رب دے) (سورتِ هود ، رکوع ۵)
اؤ حضرت ابراهیمؑ هم خپل قوم ته وئیلی وو :
” وَ لَاۤ اَخَافُ مَا تُشْرِكُوْنَ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ رَبِّیْ شَیْـًٔا١ؕ وَسِعَ رَبِّیْ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا١ؕ اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ۸۰ وَ كَیْفَ اَخَافُ مَاۤ اَشْرَكْتُمْ وَ لَا تَخَافُوْنَ اَنَّكُمْ اَشْرَكْتُمْ بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا١ؕ فَاَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ اَحَقُّ بِالْاَمْنِ١ۚ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَۘ۸۱“ (سورتِ انعام ، رکوع۹)
(اؤ زهٔ نهٔ ویرېږم دَ هغه څیزونو نه چې تاسو ېٔ دَ الله سره شریکان ګڼیٔ (دوی ما ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے) مګر (هغه کیږی) څهٔ چې الله وغواړی چې رب زما دے ۔ احاطه کړے ده زما دَ رب علم پهٔ هر څیز آیا تاسو نهٔ پوهېږیٔ اؤ زهٔ به څنګه وویرېږم ستاسو دَ شریکانو نه پهٔ داسې حال کښې چې تاسو ویره نهٔ کویٔ دَ دې خبرې نه چې شریکان نیسیٔ دَ الله سره داسې څیزونه چې الله پرې تاسو ته هېڅ دلیل نهٔ دے راستؤلے نو اوس کومه ډله دَ امن حقداره ده کهٔ تاسو پوهېږیٔ)
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ١ۚ فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَۙ۳۹
ترجمه: تهٔ ووایه اے قومه تاسو پهٔ خپل خپل ځائې کار کویٔ زهٔ هم خپل کار کؤم ، اوس مخکښې به خبر شیٔ ،
مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَ یَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ۴۰
ترجمه: چې پهٔ چا راځی آفت چې رسوا ېٔ کړی اؤ راکوزیږی پرې عذاب همېشه ، ف۵۴
ف۵۴: یعنی ډېر ژر به خبر شیٔ چې دَ یو الله بنده کامیابیږی اؤ کهٔ دَ سوؤنو درونو سوالګری ۔ حالات به درته خپله وښئی چې دَ الله امداد چا سره وی هغه کامیاب وی اؤ مخالف ېٔ ذلیل اؤ تباه وی ۔ یاد لریٔ دَ ”عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ“ نه دَ دنیا عذاب مراد دے اؤ دَ ”عَذَابٌ مُّقِیْمٌ“ نه دَ آخرت عذاب ۔
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ١ۚ فَمَنِ اهْتَدٰی فَلِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا١ۚ وَ مَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ۠۴۱
ترجمه: مونږ نازل کړے دے پهٔ تا کتاب دَ خلقو دپاره حق دین سره نو څوک چې پهٔ سمه لار روان شو نو دَ خپلې ښېګړې دپاره اؤ څوک چې ګمراه شو نو خبره دا ده چې دَ دې ضرر ېٔ ځان ته دے ، اؤ تهٔ دَ دوی ذمه وار نهٔ ئ ، ف۵۵
ف۵۵: یعنی ستاسو پهٔ خلهٔ دَ دې کتاب پهٔ ذریعه دوی ته نصیحت وشو اؤ حقه خبره ورته وښودلے شوه ۔ اوس دې هر څوک پهٔ خپل خیر اؤ شر خپله سوچ وکړی کهٔ چا خبره ومنله نو خپله فائده ېٔ ده اؤ کهٔ چا ونهٔ منله نو تاوان ېٔ دَ خپل ځان دے ، پهٔ تا دا ذمه واری نشته چې ارو مرو ېٔ سمې لارې ته را واړوې ۔ ستا ذمه واری خو دَ حق خبرې رسؤل وو تا خپله غاړه خلاصه کړه مخکښې معامله دَ الله پهٔ اختیار کښې ده دَ چا پهٔ قبضه کښې چې مرګ اؤ ژوند اؤ خوب اؤ ویښه ده هغه پوهیږی اؤ دوی پوهیږی تهٔ ترې بې غمه شه ۔
اَللّٰهُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَ الَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَا١ۚ فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰی عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَ یُرْسِلُ الْاُخْرٰۤی اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ۴۲
ترجمه: الله راکاږی روحونه دَ مرګ پهٔ وخت اؤ څوک چې نهٔ مری دَ هغوی روح (راکاږی) پهٔ خوب کښې، بیا دَ ځان سره وساتی دَ چا چې مرګ مقرر شوے وی اؤ راپرېږدی نور تر یو مقررې نېټې ، بېشکه پهٔ دې کښې دلیلونه دی دَ هغه خلقو دپاره چې سوچ کوی ۔ ف۵۶
ف۵۶: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ پهٔ خوب کښې هره ورځ دَ بنده نه ساه قبض کوی اؤ بیا ېٔ ورته واپس کوی دغه دَ آخرت علامه ده ۔ دې نه معلومه شوه چې پهٔ خوب کښې هم ساه دغه شان وځی لکه پهٔ مرګ کښې ۔ کهٔ پهٔ خوب کښې وتې ساه واپس راغله خو ژوندے شی ګنی مړ پاتې شی ۔ لېکن دا هغه ساه ده کوم ته چې هوش (پوهه) وئیلی شی اؤ یوه ساه بله ده چې نبضونه پرې چلیږی ، خوراک هضمؤل اؤ دَ بدن کار پرې روان وی ، دغه ساه پهٔ خوب کښې نهٔ ووځی (دَ بدن کار روان وی خو هوش نهٔ وی) امام بغویؒ دَ حضرت علیؓ نه نقل کړے دے چې پهٔ خوب کښې روح دَ بدن نه ووځی خو تعلق ېٔ دَ شغلو پهٔ ذریعه بدن سره قائم وی نو بدن ژوندے پاتې وی لکه نمر چې دَ کروړونو میله فاصلې نه پهٔ خپلو شغلو زمکه ګرموی ۔ دې نه معلومه شوه چې دَ خوب پهٔ وخت هم لکه دَ مرګ پهٔ شان دَ بدن نه روح ووځی خو تعلق ېٔ ورسره نهٔ قطع کیږی ۔ (نهٔ شلیږی) ۔ پهٔ مرګ کښې ترې هم دغه روح ووځی خو تعلق ېٔ ورسره ختم شی ۔ والله اعلم۔
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُفَعَآءَ١ؕ قُلْ اَوَ لَوْ كَانُوْا لَا یَمْلِكُوْنَ شَیْـًٔا وَّ لَا یَعْقِلُوْنَ۴۳
ترجمه: آیا دوی نیولی دی دَ الله نه غیر نور سفارشیان ، ف۵۷ تهٔ ورته ووایه اګر کهٔ دَ دې سفارشیانو هېڅ اختیار نهٔ وی اؤ نهٔ ېٔ څهٔ عقل وی ۔ ف۵۸ (نو بیا ېٔ هم منیٔ)
ف۵۷: مشرکان وائی چې دا بتان به الله ته زمونږ سفارش کوی اؤ مونږ به دَ الله دربار ته نژدے کوی اؤ دَ دوی پهٔ سفارش به زمونږ کار روان وی ۔ نو اول خو دا ضروری نهٔ ده چې سفارشی دې معبود هم وی اؤ بل دا چې دَ بادشاه دربار کښې خو سفارش هغه څوک کؤلے شی چا ته چې اجازت ورکړې شوے وی اؤ دَ چا دپاره چې ورکړې شوے وی ۔ نو دَ احکم الحاکمین پهٔ دربار کښې هم سفارش صرف هغه څوک کؤلے شی چا ته چې الله اجازت ورکړی اؤ صرف دَ هغه چا پهٔ حق کښې به کؤلے شی څوک چې دَ الله خوښ وی مطلب دا چې دَ شفیع ماذون کېدل اؤ دَ مشفوع مرتضٰی کېدل ضروری دی اؤ دلته دواړه خبرې نشته ۔ نهٔ بتانو ته الله دَ سفارش اجازت ورکړے دے اؤ نهٔ ېٔ مشرکان خوښ دی ۔ لهٰذا دَ دوی دا دعویٰ بالکل باطله ده ۔
ف۵۸: یعنی بتانو ته نهٔ اجازت ورکړې شوے دے اؤ نهٔ ېٔ پوهه شته نو څنګه به شفاعت وکړی ۔
قُلْ لِّلّٰهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیْعًا١ؕ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۴۴
ترجمه: تهٔ ووایه دَ الله پهٔ قبضه کښې دی ټول سفارشونه ، هم دَ هغهٔ حکومت دے پهٔ آسمانونو اؤ پهٔ زمکه ، اؤ بیا به هم هغهٔ ته راګرځیٔ ، ف۵۹
ف۵۹: یعنی اوس هم پهٔ زمکه اؤ آسمانونو دَ الله حکومت دے اؤ چې دا دنیا ورانه شی نو بیا به هم حکومت خالص دَ الله وی اؤ تاسو ټول به دَ هغهٔ دربار کښې حاضرېږیٔ نو دَ الله دَ رضا اؤ اجازت نه بغیر بل څوک ستاسو سفارش هغهٔ ته څنګه وکړی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ الله پهٔ دربار کښې سفارش شته خو دَ الله پهٔ حکم ، نهٔ چې ستاسو پهٔ خوښه ۔ مرګ چې راشی نو دَ چا پهٔ منت زاریٔ ېٔ عزرائیلؑ نهٔ پرېږدی ۔
وَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ١ۚ وَ اِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ۴۵
ترجمه: اؤ کله چې نوم واخستے شی یواځې دَ الله بند شی زړونه دَ هغه چا چې یقین نهٔ لری پهٔ آخرت اؤ کله چې نوم واخستے شی دَ الله نه غیر دَ نورو نو دوی پهٔ خوشحالیو شی ۔ ف۶۰
ف۶۰: دَ مشرکانو دا عادت دے چې پهٔ خلهٔ دَ الله دَ لوییٔ اؤ قدرت کله کله اقرار کوی خو زړهٔ ېٔ پرې خوشحال نهٔ وی لېکن چې چرته دَ هغوی دَ باطلو خدایانو صفت څوک وکړی نو دَ خوشحالیٔ نه پهٔ ټوپونو شی ۔ افسوس دے چې نن سبا دَ اکثرو جاهلانو مسلمانانو هم دغه حال دے ۔ کهٔ دَ الله دَ لامحدود قدرتونو اؤ وسیع علم بیان ورته کوے نو زړهٔ ېٔ تنګ وی ، تندې ېٔ تریو نیؤلے وی اؤ چې دَ بزرګانو یا ملنګانو دَ کرامت دروغ رښتیا قصې ورته بیانوې نو زړهٔ ېٔ خوشحاله شی تندې ېٔ روڼ شی اؤ ښهٔ پهٔ خندا ېٔ ورته غوږ نیولے وی ۔ بلکې اکثر خو دَ خالص توحید پرستار ورته دَ ولیانو دَ کرامت نه منکر ښکاری اؤ بد ورته ګوری (الله دې ورته هدایت وکړی ۔ آمین)
قُلِ اللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ عٰلِمَ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ اَنْتَ تَحْكُمُ بَیْنَ عِبَادِكَ فِیْ مَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۴۶
ترجمه: تهٔ ووایه اے الله پیدا کؤنکیه دَ آسمانونو اؤ زمکې خبرداره پهٔ هر پټ اؤ څرګند څیز هم تهٔ فیصله وکړې دَ خپلو بندیانو ترمینځه پهٔ کومو خبرو کښې چې دوی جګړې کوی، ف۶۱
ف۶۱: یعنی چې پهٔ داسې واضحه خبره کښې هم دوی بحثونه جوړوی اؤ دَ الله ویره ېٔ پهٔ زړونو کښې پاتې نهٔ شوه نو اے الله اوس زهٔ تا ته فریاد کوم تهٔ به دَ دوی دا جګړه فیصله کړې ۔ (زما خو څوک نهٔ منی)۔
وَ لَوْ اَنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّ مِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ مِنْ سُوْٓءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ وَ بَدَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مَا لَمْ یَكُوْنُوْا یَحْتَسِبُوْنَ۴۷
ترجمه: اؤ کهٔ دَ دې ګناهګارو سره وی څهٔ چې پهٔ دې زمکه کښې دی دا ټول اؤ دَ دې هومره ورسره نور هم نو دا ټول به بدله کښې ورکړی ځان خلاصؤلو دپاره دَ قیامت دَ ورځې دَ سخت عذاب نه ، اؤ ښکاره به شی دوی ته دَ الله دَ طرف نه داسې (عذاب) چې دَ دوی پهٔ خیال کښې به هم نهٔ راتلو ۔
وَ بَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا وَ حَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۴۸
ترجمه: اؤ ښکاره به شی دوی ته خپل هغه ناکاره کارونه چې دوی کؤل اؤ را چاپېره به شی ترې هغه شے چې دوی ورپورې خنداګانې کؤلے ۔ ف۶۲
ف۶۲: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ چې دا ټولې جګړې فیصله کیږی دَ مشرکانو به ډېر بد حال وی پهٔ دغه ورځ فرض کړه کهٔ دَ چا پهٔ لاس کښې دَ ټولې دنیا خزانې وی اؤ دومره ورسره نورې هم نو هغه به دا غواړی چې دا هر څهٔ مې ورکړې اؤ پهٔ څهٔ چل مې دَ دې سختې نه ځان خلاص کړې خو خلاصے به ېٔ نهٔ وی ۔ څهٔ ورانی چې ېٔ پهٔ دنیا کښې کړی وی ، پهٔ دغه ورځ به ورته هغه ټول مخامخ پراتهٔ وی اؤ داسې قسم قسم عذاب به ووینی چې دَ دوی پهٔ خیال کښې به هم نهٔ راتلو ۔ غرض دا چې توحید پورې چې اوس کومې مسخرې کوی دَ دې انجام به ورته معلوم شی ۔
فَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا١٘ ثُمَّ اِذَا خَوَّلْنٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا١ۙ قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ١ؕ بَلْ هِیَ فِتْنَةٌ وَّ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۴۹
ترجمه: نو کله چې ورسی بنیادم ته څهٔ تکلیف مونږ ته چغې وهی ، ف۶۳ بیا کله چې وبخښو ورته مونږ دَ خپل طرف نه څهٔ نعمت نو وائی دا خو ما ته راکړې شو چې مخکښې نه معلوم وهٔ ف۶۴ هېڅ هم نهٔ دی خو دا یو ازمیښت دے لېکن ډېر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۶۵
ف۶۳: یعنی دَ چا نوم چې پرې بد لګی پهٔ سخته کښې هم هغهٔ ته چغې وهی اؤ دَ چا پهٔ بیان چې خوشحالیږی دا ټول ترې هېر وی ۔
ف۶۴: یعنی ما کښې دَ دې لیاقت وهٔ ۔ الله ته زما قابلیت اؤ علم معلوم وهٔ ځکه ېٔ دا نعمت راکړو ، یعنی پهٔ خپل لیاقت به ېٔ نظر وی دَ الله فضل ته به نهٔ ګوری ۔
ف۶۵: یعنی داسې نهٔ ده بلکې دا نعمت دَ الله دَ طرف نه یو امتحان دے چې دا بنده خپل اصل مالک اؤ محسن پیژنی کهٔ نه اؤ کهٔ چا ناشکری وکړه نو هم دغه نعمت به ورته وبال شی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی دا یو ازمیښت دے چې پهٔ خپل عقل غاوره شی نو کله چې پرې دَ الله دَ طرف نه سخته راشی دغه عقل ېٔ وی اؤ بیا هېڅ نهٔ شی کؤلے ۔
قَدْ قَالَهَا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۵۰
ترجمه: کړی دی دغه شان خبرې دَ دوی نه وړاندې قومونو نو هېڅ ېٔ پکار رانهٔ غلهٔ څهٔ چې هغوی کؤل ،
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا١ؕ وَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ هٰۤؤُلَآءِ سَیُصِیْبُهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا١ۙ وَ مَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ۵۱
ترجمه: نو ور ورسېدې ورته هغه خرابیٔ کومې چې ېٔ کؤلے ، ف۶۶ اؤ پهٔ دوی کښې چې کوم ګناهګار دی اوس ورته ور رسی هغه خرابیٔ چې ګټلی ېٔ دی اؤ نهٔ دی دوی بچ کېدونکی ۔ ف۶۷
ف۶۶: قارون هم دغه شان وئیلی وو ۔ (چې دا مال ما پهٔ خپل عقل اؤ هنر جمع کړے دے) دَ هغهٔ چې څهٔ انجام شو هغه معلوم دے ۔
ف۶۷: یعنی تېرو قومونو کښې هم کافرانو ته دَ خپل عمل نتیجې رسیدلی دی ۔ دوی ته به هم دَ خپل عمل نتیجه ور رسی ۔ کله چې الله سزا ورکؤل وغواړی پهٔ هېڅ شان به ترې بچ کېدے نهٔ شی ۔ نهٔ چرته پټېدے شی اؤ نهٔ پهٔ بله طریقه دَ الله نه ځان خلاصؤلے شی ۔
اَوَ لَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یَقْدِرُ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۠۵۲
ترجمه: آیا دوی خبر نهٔ دی چې الله فراخوی رزق چا ته چې وغواړی اؤ پهٔ اندازه ورکوی (چا ته چې وغواړی) بېشکه پهٔ دې کښې ډېر دلیلونه دی هغه خلقو ته چې یقین کوی ۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی دَ رزق فراخی یا تنګی دَ چا دَ مقبول کېدو نخښه نهٔ ده ۔ نهٔ دَ رزق فراخی څهٔ پهٔ عقل اؤ علم یا لیاقت اړ ده ۔ وګوریٔ څومره ډېر کم عقل اؤ بې خیره خلق دی چې پهٔ دنیا کښې ېٔ ښې مزې وکړې اؤ څومره هوښیار اؤ نیکان دی چې دې دنیا کښې دَ تنګسیا ژوند تېروی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی پهٔ عقل چلؤلو اؤ تدبیر کؤلو کښې هېڅوک هم کمے نهٔ کوی ۔ بیا تاسو وینیٔ چې دَ چا رزق فراخه دے اؤ دَ چا تنګ ۔ نو دَ دې نه پوهه شیٔ چې دا دَ عقل اؤ هنر کار نهٔ دے چې څوک ځان له خپله روزی فراخه کړی بلکې دا دَ حقیقی رزق ورکؤنکی ازلی تقسیم دے ۔ دَ خپل کامل حکمت اؤ مصلحت مناسب چا ته فراخ رزق ورکوی اؤ چا ته پهٔ اندازه ۔
قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ۵۳
ترجمه: ووایه اے زما بندیانو چا چې زیاتے کړے دے پهٔ خپلو ځانونو مهٔ نا امیده کیږیٔ دَ الله دَ مهربانیٔ نه ، بېشکه الله معاف کوی ټول ګناهونه ، هغه چې دے هم هغه دے ګناه معاف کؤنکے ډېر مهربانه ۔ ف۶۹
ف۶۹: دا آیت دَ ربّ العالمین دَ عام رحمت اؤ عظیمې معافیٔ اعلان دے اؤ دَ سختو مایوسو مریضانو دپاره اکسیر اؤ شفاء ده ۔ مشرک ، ملحد ، زندیق ، یهودی ، عیسائی ، مجوسی اؤ دَ هر قسم ګناهګار دپاره دَ معافیٔ عام اعلان دے نو هېڅ یو ګناهګار دپاره دَ الله دَ رحمت نه دَ نا امیده کېدو هېڅ وجه نشته ۔ الله مختارِ مطلق دے چا ته چې ګناه معاف کؤل وغواړی نو هېڅوک ېٔ منع کؤلے نهٔ شی نو بیا بنده ولې ناامیده شی ۔ البته دا خبره ده دَ نورو صفا حکمونو نه ثابته ده چې دَ کفر اؤ شرک ګناه الله تعالیٰ بې توبې نهٔ معاف کوی ځکه دلته دَ ”اِنَّ اللهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا“ سره دَ ”لِمَنْ یَّشَآءُ“ قید منل ضروری دی ۔ لکه بل آیت کښې چې واضح دے ۔ ”اِنَّ اللهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَ یَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ“ (سورتِ نساء ، رکوع ۱۸) دَ دې قید منلو مطلب دا نهٔ دے چې ګنی الله تعالیٰ بې توبې غټه یا وړه ګناه معاف کؤلے نهٔ شی اؤ نهٔ ېٔ دا مطلب دے چې ګنی ګناهګارو ته هډو دَ توبې ضرورت نشته ، بې توبې به ېٔ هم وبخښی ۔ قید صرف دغه هومره دے چې چا ته دَ الله رضا وی معاف کوی ېٔ ورته ۔ اؤ دا دَ نورو آیتونو نهٔ صفا اؤ واضحه ده چې دَ کفر اؤ شرک دپاره دَ الله رضا بې توبې دَ معاف کؤلو نهٔ ده ۔ دَ دې آیت دَ شانِ نزول نه هم دغه معلومیږی لکه مخکښې فائده کښې چې به صفا شی ۔
وَ اَنِیْبُوْۤا اِلٰی رَبِّكُمْ وَ اَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ۵۴
ترجمه: اؤ رجوع وکړیٔ خپل رب ته اؤ دَ هغهٔ تابعدار شیٔ مخکښې دَ دې نه چې راشی درباندې عذاب بیا به مو هېڅوک دَ امدادی نهٔ وی ۔ ف۷۰
ف۷۰: دَ معافیٔ دَ طمعې ورکؤلو نه پس ېٔ اوس توبې ته متوجه کړو چې پهٔ تېرو ګناهونو پښیمانه شیٔ اؤ دَ الله دَ لوی کرم نه وشرمیږیٔ دَ نافرمانیٔ لار پرېږدیٔ اؤ دَ الله تابعدار شیٔ ۔ دَ الله حکمونو ته پوره غاړه کېږدیٔ اؤ خپل ټول ژوند الله ته وسپاریٔ چې دَ الله دَ بې شانه رحمتونو حقدار شیٔ ۔
یاد لریٔ زمونږ کامیابی خالصه دَ الله پهٔ رضا موقوف ده ۔ دَ رجوع کؤلو اؤ توبې ویستو توفیق هم دَ الله دَ طرف نه دے بې دَ هغهٔ دَ فضل و کرم نه نهٔ کیږی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی کله چې اسلام برے وموندو نو کومو کافرو چې دَ اسلام سره دښمنی کړے وه هغوی زړهٔ کښې پوهه شو چې مسلمانان پهٔ حقه دی نو بیا ېٔ دَ دې ویرې اسلام نهٔ راؤړو چې دومره ګناهونه مو کړی دی ۔ بې ګناه مسلمانانو باندې مو ظلمونه کړی دی بې ګناه مو شهیدان کړی دی اؤ کومه ګناه ده چې نهٔ مو ده کړے نو اوس دَ مسلمانېدو څهٔ خیر دے؟ نو الله تعالیٰ دا آیت نازل کړو چې داسې هېڅ ګناه نشته چې مهربانه بادشاه ته دَ هغې نه توبه قبلؤل نهٔ وی ۔ مایوسه کېږیٔ مه ۔ دَ زړو ګناهونو نه دَ زړهٔ دَ اخلاصه توبه وباسیٔ اؤ الله ته رجوع وکړیٔ ۔ الله به درته ټول ګناهونه معاف کړی ۔ البته چې دَ عذاب نخښې څرګندے شی یا مرګ پهٔ سر ودریږی (دَ ځنکدن وخت) کښې توبه نهٔ قبلیږی اؤ پهٔ دغه وخت کښې ایمان راوړل هېڅ فائده نهٔ ورکوی ۔
وَ اتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّ اَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَۙ۵۵
ترجمه: اؤ روان شیٔ پهٔ هغه بهتره خبره چې نازله شوے ده تاسو ته دَ خپل رب دَ طرف نه مخکښې دَ دې نه چې راشی درباندې عذاب ناڅاپه اؤ تاسو خبر هم نهٔ ییٔ ، ف۷۱
ف۷۱: دَ بهترې خبرې نه مراد قرآن کریم دے ۔ یعنی دَ قرآن پهٔ هدایت عمل وکړیٔ اؤ دَ عذاب راتلو نه مخکښې دَ خپل ځان حفاظت وکړیٔ ۔ ګنی دَ عذاب ښکاره کېدو نه پس به بیا دَ توبې وخت تېر وی هېڅ به نهٔ شیٔ کؤلے ۔ دَ الله عذاب به درباندې داسې ناڅاپه راشی چې ستاسو به خیال هم نهٔ وی ۔ (بیا به توبې ویستو ته جوړ هم نهٔ شیٔ)
اَنْ تَقُوْلَ نَفْسٌ یّٰحَسْرَتٰی عَلٰی مَا فَرَّطْتُ فِیْ جَنْۢبِ اللّٰهِ وَ اِنْ كُنْتُ لَمِنَ السّٰخِرِیْنَۙ۵۶
ترجمه: هسې نه چې بیا وائی یو کس هائے افسوس پهٔ دې خبره چې ما ډېر کمے کؤلو دَ الله پهٔ طرف کښې اؤ ما خو به ټوقې کؤلے ، ف۷۲
ف۷۲: یعنی پهٔ زوړ رسم رواج اؤ دَ دنیا پهٔ کارونو کښې داسې ګېر ووم چې دَ دین پهٔ خبرو مې هډو ځان پوهه نهٔ کړو ۔ دَ پېغمبرانو نصیحت اؤ دَ کوم خراب انجام نه چې هغوی ویرؤلم ، پهٔ دې خبرو پورې مې مسخرې کؤلے اؤ ټوقې راته ښکارېدې ۔ افسوس دے چې دې حقیقت ته خیال کؤلو کښې رانه ډېر کمے شوے دے نو اوس په مصیبت کښې ګېر شوم ۔ دا افسوس به کافر دَ محشر پهٔ ورځ کوی اؤ کهٔ دا آیت کافرو او ګناهګارو دواړو دپاره ومنلې شی نو بیا به دَ ”اِنْ کُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِیْنَ“ معنٰی وی چې زما عمل داسې وهٔ لکه څوک چې ېٔ توقې ګڼی اؤ یقین ېٔ پرې نهٔ وی ۔ یعنی فاسق مسلمان به وائی چې پهٔ خلهٔ خو مې ایمان راؤړے وهٔ خو عمل مې داسې وهٔ لکه چې دَ چا دَ دې خبرې یقین نهٔ وی ۔
اَوْ تَقُوْلَ لَوْ اَنَّ اللّٰهَ هَدٰىنِیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَۙ۵۷
ترجمه: یا وائی کهٔ الله ما ته لار ښودلے وې نو زهٔ به هم پرهېزګارو کښې ووم ، ف۷۳
ف۷۳: چې هسې افسوس اؤ ارمان باندې څهٔ کار ونهٔ شی نو بیا به وائی چې زهٔ څهٔ وکړم ۔ الله تعالیٰ راته دَ هدایت توفیق نهٔ وهٔ راکړے ۔ دَ هغهٔ رضا نهٔ وه ګنی ما به هم دَ نورو پهٔ شان نیک کارونه کړی وو اؤ دَ عذاب نه به خلاص ووم ۔ دَ دې ځواب مخکښې راځی ”بَلٰی قَدْ جَآءَتْكَ اٰیَاتِیْ“ (دا عذر دې قبول نهٔ دے ځکه چې زما احکام در رسېدلی وو کهٔ تا ېٔ دَ منلو اراده کړے وې نو ما به توفیق درکړے وهٔ خو تا ترې انکار وکړو اؤ دروغ دې وګڼل غور دې پرې ونهٔ کړو نو ما هم توفیق در نهٔ کړو) اؤ ممکنه ده چې دا خبره ېٔ دَ عذر جوړؤلو پهٔ غرض نهٔ وی کړے بلکې دَ افسوس اؤ ناامیدیٔ پهٔ بنا ېٔ کړی وی چې افسوس دے پهٔ ما کښې لیاقت نهٔ وهٔ دَ وخته مې استعداد خراب وهٔ ۔ دَ الله پهٔ احکامو مې غور ونهٔ کړو نو دَ خپلې نالائقیٔ پهٔ وجه راته الله تعالیٰ سمه لار ونهٔ ښودله اؤ دَ نیک عمل توفیق ېٔ رانهٔ کړو کهٔ زما استعداد ښهٔ وې اؤ لیاقت راکښې وې نو ما به هم دَ نورو پرهېزګارو پهٔ شان نیک کارونه کړی وو نو دَ عذاب نه به بچ شوے ووم ۔
اَوْ تَقُوْلَ حِیْنَ تَرَی الْعَذَابَ لَوْ اَنَّ لِیْ كَرَّةً فَاَكُوْنَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ۵۸
ترجمه: یا وائی کوم وخت چې ووینی عذاب کهٔ پهٔ څهٔ شان یو ځل بیا دنیا ته لاړې نو زهٔ به شم پهٔ نیکیٔ کؤنکیو کښې، ف۷۴
ف۷۴: چې افسوس اؤ معذرت دواړو باندې کار ونهٔ شی اؤ دَ دوزخ عذاب پهٔ سترګو ووینی نو دَ ډېرې پریشانیٔ نه به چغې کړی چې ما یو ځل بیا دنیا ته واستوه اؤ یوه موقع بله راکړه چې ښهٔ ښهٔ کارونه وکړم ۔
بَلٰی قَدْ جَآءَتْكَ اٰیٰتِیْ فَكَذَّبْتَ بِهَا وَ اسْتَكْبَرْتَ وَ كُنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ۵۹
ترجمه: در رسېدلی وو درته زما حکمونه نو تا دروغ وګڼل اؤ لویٔی دې وکړه اؤ وې تهٔ پهٔ منکرانو کښې ۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی غلط وائے الله درته هدایت کړے وهٔ ، پېغمبر درته دَ الله احکام اورؤلی وو ، معجزې ېٔ درته ښودلے وې خو تا پرې یقین نهٔ کؤلو ۔ کبر اؤ لویٔی مو پهٔ سر اخستې وې ۔ دَ پېغمبر هرې خبرې ته به دې دروغ وې ۔ دا خبره الله ته دَ ازل نه معلومه وه چې تهٔ به دغسې انکار کوے ۔ ستا فطرت دغه شان دے کهٔ زر ځله دنیا ته لاړ شې نو بیا به هم دَ خپل عمل نه وانهٔ وړې ۔
”وَ لَوْ رُدُّوْا لَعَادُوْا لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَ اِنَّهُمْ لَکَاذِبُوْنَ“ (سورتِ انعام ، رکوع ۳)
(اؤ کهٔ دا کافران بیا دنیا ته واستؤلے شی نو هم هغه کارونه به کوی دَ کومو نه چې منع شوی دی اؤ دوی دی دروغژن (دروغ وائی چې کهٔ بیا لاړو نو نیکی به کوؤ)
دَ داسې خلقو متعلق دَ الله تعالیٰ عادت دا دے چې کامیابی نهٔ ورکوی ۔
وَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ تَرَی الَّذِیْنَ كَذَبُوْا عَلَی اللّٰهِ وُجُوْهُهُمْ مُّسْوَدَّةٌ١ؕ اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْمُتَكَبِّرِیْنَ۶۰
ترجمه: اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به تهٔ ووینې هغه کسان چا چې پهٔ الله دروغ جوړؤل چې مخونه به ېٔ تک تور وی ف۷۶ آیا نهٔ دے پهٔ دوزخ کښې ځائې دَ کبر کؤنکیو ۔ ف۷۷
ف۷۶: دَ الله دَ طرف نه چې رښتونے حکم راشی هغه دروغ ګڼل هم دغه پهٔ الله دروغ جوړؤل دی ځکه چې دَ تکذیب کؤنکی دا دعویٰ ده چې دا خبره الله نهٔ ده کړے حالانکې الله کړے ده دَ دې دروغو توروالې به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ تکذیب کؤنکیو پهٔ مخونو څرګند وی ۔ (مخونه به ېٔ تک تور وی اؤ صفا به پېژندے شی چې دا هغه مکذبین دی)
ف۷۷: وړومبے پهٔ فَکَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَکْبَرْتَ کښې دَ کافرو دوه خویونه بیان شوی وو دروغ جوړؤل اؤ کبر کؤل نو دَ دروغو پهٔ وجه به ېٔ مخونه تور وی اؤ دَ کبرژن خو بغیر دَ دوزخ نه بل ځائې نشته ۔ (نو دوزخ ته به روان وی)
وَ یُنَجِّی اللّٰهُ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ١٘ لَا یَمَسُّهُمُ السُّوْٓءُ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ۶۱
ترجمه: اؤ بچ به کړی الله هغه کسان چې ویرېدل دَ هغوی دَ بچ کېدو پهٔ ځائې کښې چې نهٔ به ور رسی څهٔ بدی اؤ نهٔ به غمژن وی ۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی دَ الله نه ویرېدونکی به دَ خپلې ازلی نیک بختیٔ پهٔ وجه داسې وچت مقام ته ورسوی چې هلته به دَ هر قسم فکر اؤ غم نه محفوظ وی ۔
اَللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ١٘ وَّ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ۶۲
ترجمه: الله پیدا کؤنکے دے دَ هر څیز اؤ هغه دَ هر څیز ذمه اخستې ده ،
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۠۶۳
ترجمه: هغهٔ سره دی کنجیانې دَ آسمانونو اؤ زمکې ، اؤ څوک چې منکر دی دَ الله دَ آیتونو نه هم دغه خلق دی چې تاوانیان دی ۔ ف۷۹
ف۷۹: یعنی دَ هر څیز پیدا کؤنکے هم الله دے اؤ بیا دَ پیدا کؤلو نه پس ېٔ دَ باقی ساتلو اؤ پرورش کؤلو ذمه وار هم هغه دے اؤ دَ آسمانونو اؤ زمکې ټول څیزونه دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دی ځکه چې دَ دې دواړو دَ خزانو کنجیٔ دَ هغهٔ سره دی نو بنیادم چې داسې الله پرېږدی نو چرته به ځی؟ بنیادم ته پکار دی چې دَ هغهٔ دَ قهر نه ویریږی اؤ دَ رحمت نه طمع دار وی ۔ کفر ، ایمان اؤ جنّت دوزخ ټول دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی ۔ چې دَ داسې الله نه مخ واړوی نو آیا دَ بنده دپاره دَ کامیابیٔ بل ځائې چرته شته؟ (هرګز نه)
قُلْ اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَاْمُرُوْٓنِّیْۤ اَعْبُدُ اَیُّهَا الْجٰهِلُوْنَ۶۴
ترجمه: تهٔ ووایه نو اوس تاسو راته دَ الله نه غیر څهٔ شے ښییٔ چې زهٔ ېٔ عبادت وکړم اے جاهلانو ۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی غټه کم عقلی اؤ جهالت دا دے چې بنده خپل خالق پرېږدی اؤ دَ بل چا عبادت شروع کړی اؤ دَ الله دَ رسولﷺ نه دا طمع کوی چې دې به هم پهٔ دې لار را واؤړی ۔ پهٔ احادیثو کښې راځی چې ځنو مشرکانو دا کوشش کؤلو چې رسول اللهﷺ دَ بتانو عبادت ته را واؤړی دَ هغې پهٔ ځواب کښې دا آیتونه نازل شوی دی ۔
وَ لَقَدْ اُوْحِیَ اِلَیْكَ وَ اِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ١ۚ لَىِٕنْ اَشْرَكْتَ لَیَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۶۵
ترجمه: (اؤ حال دا دے) چې حکم شوے دے تا ته اؤ له تا نه مخکښې خلقو ته ، چې کهٔ تا شریک ومنلو دَ الله سره نو برباد به شی ستا عمل اؤ شے به تاوانیانو کښې ،
بَلِ اللّٰهَ فَاعْبُدْ وَ كُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ۶۶
ترجمه: نهٔ بلکې خاص دَ الله عبادت کوه اؤ شه پهٔ شکرګذارو کښې ۔ ف۸۱
ف۸۱: یعنی کهٔ عقلی حیثیت سره وکتې شی چې ټول څیزونه پیدا کؤل اؤ دَ هغې دَ بقا انتظام کؤل اؤ په هغوی کښې هر قسم تصرف کؤل یواځې دَ یو الله کار دے نو بیا دَ عبادت حقدار هم یواځې هغه دے اؤ کهٔ پهٔ روایتی حیثیت سره وکتې شی هم ټولو نبیانو اؤ ټولو آسمانی کتابونو دَ توحید تبلیغ کړے دے اؤ کفر اؤ شرک تهٔ ېٔ غلط اؤ باطل وئیلی دی بلکې هغوی ته دَ وحې پهٔ ذریعه دا حکم شوے دے چې شرک ټول کارونه بربادوی اؤ دَ شرک آخر انجام تباهی اؤ بربادی ده ۔ نو بنیادم ته پکار دی چې دَ هر طرف نهٔ را وګرځی اؤ خالص دَ یو الله عبادت کؤنکے اؤ شکرګذار اؤ وفادار بنده شی ، دَ الله تعالیٰ لویٔی اؤ عظمت وپیژنی اؤ یو حقیر اؤ عاجز مخلوق دَ الله سره نهٔ سموی ۔
وَ مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ١ۖۗ وَ الْاَرْضُ جَمِیْعًا قَبْضَتُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَ السَّمٰوٰتُ مَطْوِیّٰتٌۢ بِیَمِیْنِهٖ١ؕ سُبْحٰنَهٗ وَ تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۶۷
ترجمه: اؤ ونهٔ پېژندو (دې مشرکانو) الله څنګه چې هغه دے ف۸۲ اؤ زمکه ټوله دَ هغهٔ یو موټې ده دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ آسمانونه به رانغښتی وی دَ هغهٔ پهٔ ښی لاس کښې هغه پاک دے اؤ ډېر وچت دے دې نه چې شریک ورسره جوړوی ۔ ف۸۳
ف۸۲: یعنی مشرکانو دَ الله تعالیٰ عظمت اؤ عزّت دومره قدر هم ونهٔ پېژندو څومره چې یو بنده ته پېژندل پکار دی ۔ څوک چې دَ الله لوئے شان اؤ وچته مرتبه څهٔ قدرې هم پیژنی ، هغه به یو کمزوری مخلوق بلکې یو بې ساه کاڼی ته څنګه خدائې ووائی؟ مخکښې بیا دَ الله دَ لوئی شان اؤ وچتې مرتبې بیان دے ۔
ف۸۳: یعنی دَ چا دَ طاقت اؤ لوییٔ چې دا حال دے چې دَ قیامت پهٔ ورځ به ېٔ ټوله زمکه پهٔ یو موټی کښې وی اؤ ټول آسمانونه به ېٔ لکه دَ کاغذ پهٔ یو لاس کښې رانغښتی وی نو یو عاجز اؤ بې ساه شے دَ داسې عظیم طاقت اؤ قدرت مالک الله سره پهٔ خداییٔ کښې شریکؤل څومره غټ حماقت دے؟ دغه شریکان خو به خپله دَ هغهٔ پهٔ یو موټی کښې بند وی یو پوټې به خوزېدے نهٔ شی (نو خپله عبادت کؤنکیو سره به څهٔ امداد وکړی) ۔
تنبیه: دَ ”مَطْوِیَّاتٌ ۢ بِیَمِیْنِهٖ“ دپاره دَ سورتِ انبیاء آیت (۱۰۴) ”یَوْمَ نَطْوِی السَّمَآءَ“ فوائد وګوریٔ ۔ اؤ دَ یمین وغېره الفاظ پهٔ متشابهاتو کښې دی ، پهٔ دې باندې دغه شان بې کیفه ایمان راؤړل واجب دی ۔ (کومه معنٰی چې ترې دَ الله مراد وی پهٔ هغې مو ایمان دے) پهٔ ځنو احادیثو کښې راځی وَ کِلْتَا یَدَیْهِ یَمِیْنٌ (دَ هغهٔ دواړه لاسونه ښی دی) پهٔ دې طریقه دَ الله نه دَ جسم یا جهت نفی کیږی ۔
وَ نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَصَعِقَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ١ؕ ثُمَّ نُفِخَ فِیْهِ اُخْرٰی فَاِذَا هُمْ قِیَامٌ یَّنْظُرُوْنَ۶۸
ترجمه: اؤ پوکے به ورکړې شی شپېلۍ ته نو بې هوشه به شی څوک چې آسمانونو کښې اؤ څوک چې پهٔ زمکه کښې دی بغیر له هغه چا نه چې الله ېٔ وغواړی بیا به پوکے ورکړې شی دویٔم ځل نو سمدستی پهٔ ټول نېغ ولاړ وی اخوا دېخوا به ګوری ۔ ف۸۴
ف۸۴: شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ شیېلۍ پهٔ وړومبی آواز به ټول مخلوق فنا شی (دنیا به ورانه شی) اؤ پهٔ دویٔم آواز به ټول مخلوق بیا ژوندی شی ، پهٔ دریٔم آواز به ټول دَ پاڅېدو نه پس بې هوشه شی اؤ پهٔ څلورم آواز به ټول بیا را پهٔ خود شی اؤ دَ حساب دپاره به دَ الله مخکښې حاضر شی ۔ نو شاه صاحبؒ څلور ځله شپېلۍ وهل منلی دی لېکن دَ اکثرو پوهه عالمانو دا خیال دے چې شپېلۍ به صرف دوه ځله وهلې شی ۔ پهٔ وړومبی آواز به ټول مخلوق بې خوده شی ۔ ژوندی به مړهٔ شی اؤ کوم چې مخکښې مړهٔ وو پهٔ هغوی به دَ بې هوشیٔ حالت راشی ، پهٔ دویٔم آواز به دَ مړیو روحونه بیا بدن ته ننوځی ژوندی به شی اؤ کوم چې زاړهٔ مړی وو چې دَ بې هوشیٔ کیفیت پرې راغلے وهٔ دَ هغوی نه به بې هوشی لاړه شی اؤ ژوندی به شی ۔ دا به یو عجیبه حالت وی ، ټول به اوتر اوتر یو بل ته ګوری چې دا څهٔ وشو ۔ بیا به ټول دَ حساب دپاره دَ الله دربار کښې ودریږی ۔
تنبیه: پهٔ ”اَلَّا مَا شَآءَ اللہ“ کښې دَ چا پهٔ خیال خو صرف څلور مقربې فرښتې جبرئیلؑ ، میکائیلؑ ، اسرافیلؓ ، اؤ عزرائیلؑ دی اؤ ځنو ورسره دَ عرش وچتونکے فرښتې هم شاملې کړی دی ۔ چا وئیلی دی چې دَ دې نه نبیان ، ولیان اؤ شهیدان مراد دی ۔ بهرحال دا استثنا دَ شپېلۍ دَ آواز پهٔ وخت کښې ده ۔ ممکنه ده چې دَ دې نه پس دَ ذات باری نه علاوه نور ټول فنا شی ۔ ”لَمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَؕ لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ“ (سورتِ مومن ، رکوع۴) اؤ ”کُلُّ شَیْءٍ هَالِكٌ اِلَّا وَجْهَهٗ“ وغېره آیتونه داسې معلومیږی ۔
وَ اَشْرَقَتِ الْاَرْضُ بِنُوْرِ رَبِّهَا وَ وُضِعَ الْكِتٰبُ وَ جِایْٓءَ بِالنَّبِیّٖنَ وَ الشُّهَدَآءِ وَ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۶۹
ترجمه: اؤ روښانه به شی زمکه دَ خپل رب پهٔ نور اؤ را به وړې شی کتابونه اؤ حاضر به کړې شی پېغمبران اؤ ګواهان اؤ فیصله به وشی پهٔ انصاف اؤ پهٔ هېچا به زیاتے نهٔ کیږی ۔ ف۸۵
ف۸۵: دې نه پس به الله تعالیٰ دَ خپل شان مناسب دَ انصاف پهٔ تخت کښینی اؤ لکه احادیثو کښې چې راځی دَ الله تعالیٰ دَ تجلّی اؤ نور پهٔ رڼا به دَ حشر میدان ټول سپین پړق رڼا شی ۔ دَ حساب دفتر به پرانستې شی ، هر چا ته به خپله عملنامه مخکښې کښېښوې شی ۔ نبیان اؤ نور ګواهان به دَ ګواهیٔ دپاره حاضر شی اؤ پوره پهٔ انصاف به دَ هر چا سره ټیک ټیک حساب وشی ۔ پهٔ هېچا به ظلم زیاتے نهٔ کیږی ۔
تنبیه: پهٔ ګواهانو کښې دَ نبیانو اؤ شهیدانو نه علاوه فرښتې اؤ نیکان مؤمنان اؤ دَ بنده خپل لاس ښپې وغېره هم راتلې شی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی ، دې نه دَ هر اُمت نیک خلق مراد دی ۔
وَ وُفِّیَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَا یَفْعَلُوْنَ۠۷۰
ترجمه: اؤ پوره پوره به ورکړې شی هر چا ته څهٔ چې هغهٔ کړی دی ۔ ف۸۶ اؤ (الله) ښهٔ خبر دے څهٔ چې دوی کوی ۔ ف۸۷
ف۸۶: یعنی دَ نیکیٔ پهٔ بدله کښې کمے اؤ دَ بدیٔ پهٔ بدله کښې زیاتے به نهٔ کیږی ۔ دَ هر چا څومره نیک یا بد عمل چې دے ټول الله ته معلوم دے دَ هغې مناسب به هر چا ته پوره پوره بدله ورکؤلے شی ، تفصیل ېٔ مخکښې راځی ۔
ف۸۷: یعنی ګواهان به صرف دَ هغوی ملامته کؤلو دپاره راځی ګنی الله تعالیٰ ته خو هر څهٔ معلوم دی ۔
وَ سِیْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ زُمَرًا١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا فُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَ قَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَتْلُوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ رَبِّكُمْ وَ یُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا١ؕ قَالُوْا بَلٰی وَ لٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ۷۱
ترجمه: اؤ وبه شړلے شی کافران دوزخ ته ټولی ټولی ف۸۸ تر دې چې کله ټول ور ورسی ازادې به شی دَ دوزخ دروازې ف۸۹ اؤ وائی به ورته دَ دوزخ څوکیدار ، ف۹۰ آیا تاسو ته نهٔ وو درغلی ستاسو (دَ قوم نه) رسولان ف۹۱ چې لوستل ېٔ تاسو ته ستاسو دَ رب آیتونه اؤ ویرؤلیٔ ېٔ تاسو دَ دې ورځې دَ ملاقات نه ، هغوی به ووائی ولې نهٔ (وو راغلی) لېکن ثابت شو حکم دَ عذاب پهٔ کافرانو ۔ ف۹۲
ف۸۸: یعنی ټول کافر به پهٔ دیکو دیکو ډېر پهٔ سپکاوی دوزخ ته شړلے شی ۔ اؤ کفر ، شرک اؤ ګناهونه ډېر قسمه دی نو دَ هر هر قسم به بیله بیله ډله وی اؤ دَ خپل عمل مناسب ځائې ته به روان وی ۔
ف۸۹: یعنی څنګه چې دنیا کښې دَ جیل دروازه همېشه بنده وی لرې ېٔ نهٔ شی پرېښوې ۔ کله چې نوے قیدی ورننه باسی ورته ېٔ لرې کړی اؤ بیا ېٔ پورې کړی ۔ دغه شان به دَ دوزخ دروازه هم پورې وی چې دا مجرمان ورنژدے شی نو څوکیداره فرښته به ېٔ ورته لرې کړی دوی به وردیکه کړی اؤ بیا به ېٔ پورې کړی لکه بل آیت چې دے عَلَیْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَۃٌ (الهمزة)
ف۹۰: یعنی دَ دوزخ څوکیدارې فرښتې به ورته دَ ملامته کؤلو دپاره وائی چې آیا تاسو ته رسولان نهٔ وو درغلی اؤ دَ دې ورځې نه ېٔ ویرؤلے نهٔ ویٔ؟
ف۹۱: یعنی دغه رسولان خو هم ستاسو دَ قوم خلق وو نو تاسو ته دَ هغوی پهٔ خبرو پوهېدل اؤ ورباندې عمل کؤل آسان وو کهٔ فکر مو کړے وې ۔
ف۹۲: یعنی پېغمبران ولې نهٔ وو راغلی ، ضرور راغلی وو اؤ مونږ ته ېٔ دَ الله حکمونه اورؤلی وو اؤ دَ دې ورځې نه ېٔ ویرؤلی وو خو مونږ ازلی بدبخته اؤ نالائقه وو دَ هغوی خبره مو ونهٔ منله اؤ دَ قدرت نهٔ بدلېدونکے فیصلې تر دې را ورسؤلو اؤ دَ عذاب حکم پهٔ مونږ ثابت شو ۔ فَاعْتَرَفُوْا بِذَنْۢبِهِمْ فَسُحْقًا لِّاَصْحٰبِ السَّعِیْرِ
(دَ خپلو ګناهونو اقرار ېٔ وکړو نو تباهی ده دوزخیانو دپاره)
قِیْلَ ادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ۚ فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ۷۲
ترجمه: حکم به وشی ننوځیٔ دَ دوزخ پهٔ دروازو همېشه به وسیٔ پهٔ دې کښې نو څومره خراب ځائې دے دَ کبرژنو ۔ ف۹۳
ف۹۳: یعنی تاسو چې دَ کبر ، لوییٔ پهٔ نشه کښې دَ الله دَ حکم منلو نه انکار وکړو نو اوس ېٔ همېشه مزه څکیٔ ۔
وَ سِیْقَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ اِلَی الْجَنَّةِ زُمَرًا١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا وَ فُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَ قَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوْهَا خٰلِدِیْنَ۷۳
ترجمه: اؤ روان به کړې شی هغه کسان چې ویرېدل دَ خپل رب نه جنّت ته ټولی ټولی ف۹۴ تر دې چې کله ور ورسی اؤ پرانستې شی ورته دروازې دَ جنّت اؤ وبه وائی ورته دَ جنّت څوکیدار سلام دې وی پهٔ تاسو پاک خلق ییٔ نو ور ننوځیٔ دَ همېشه وسېدو دپاره ۔ ف۹۵
ف۹۴: یعنی دَ ایمان اؤ دَ پرهېزګاریٔ هم ګڼې درجې دی نو دَ هرې درجې دَ مؤمنانو به بیله بیله ډله وی اؤ ټول به ډېر پهٔ شوق پهٔ منډه منډه جنّت ته روان وی۔
ف۹۵: یعنی څنګه چې دَ بللی میلمه پهٔ انتظار کښې دَ مهمان خانې دروازې دَ وخته لرې شوے وی دغه شان به دَ جنّتیانو دپاره هم دَ جنّت ورونه لری پراتهٔ وی لکه بل ځائې چې دی ۔ مُفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ اؤ چې ور ورسی نو فرښتې به ورسره پهٔ خندا اؤ روڼ تندی ستړی مشی وکړی ، دَ سلام اؤ تعریف جملې به ورته ووائی اؤ ډېر پهٔ قدر اؤ عزت به ېٔ خپل خپل مقام ته ورسوی ۔
وَ قَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ صَدَقَنَا وَعْدَهٗ وَ اَوْرَثَنَا الْاَرْضَ نَتَبَوَّاُ مِنَ الْجَنَّةِ حَیْثُ نَشَآءُ١ۚ فَنِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ۷۴
ترجمه: اؤ هغوی به ووائی شکرونه دی دَ هغه الله چې رښتیا ېٔ کړه زمونږ سره خپله وعده ف۹۶ اؤ مونږ ېٔ وارثان کړو دَ دې زمکې ف۹۷ کور به نیسو پهٔ دې جنّت کښې چرته چې مو خوښ وی ، نو څومره بهتره بدله ده دَ محنت کؤنکیو ،
ف۹۶: یعنی دَ الله شکر دے چې دَ نبیانو پهٔ خلهٔ ېٔ زمونږ سره دَ انعام و اکرام کومې وعدې کړے وې هغه مو نن پهٔ سترګو ولیدې ۔
ف۹۷: یعنی دَ جنّت دَ زمکې حقدار ېٔ کړو ۔
وَ تَرَی الْمَلٰٓىِٕكَةَ حَآفِّیْنَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ١ۚ وَ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَ قِیْلَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۠۷۵
ترجمه: اؤ تهٔ به ووینې فرښتې چې چورلی دَ عرش نه چاپېره ف۹۸ تسبیح به وائی دَ خپل رب دَ خوبیو ، اؤ فیصله به کیږی دَ دوی ترمینځه پهٔ انصاف اؤ دغه وئیلی شی چې ټول تعریفونه دَ الله دی چې رب دے دَ ټول جهان ۔ ف۹۹
ف۹۸: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی جنّتیانو ته به اجازت وی چې کوم ځائې ېٔ خوښ وی هلته دې وسی خو جنّتیان به خپله هم هغه ځائې خوښ کړی کوم چې دَ مخکښې نه ورته الله مقرر کړے دے ۔
ف۹۹: یعنی الله تعالیٰ به دَ حساب کتاب دپاره دَ خپل شان مناسب دَ عدالت پهٔ تخت کښینی اؤ فرښرې به دَ هغه تخت (عرش) نه چاپېره ودریږی ، حمد و ثنا به وائی اؤ دَ ټولو بندیانو سره به پوره پوره پهٔ انصاف فیصله وشی ۔ پهٔ دغه وخت به دَ هر طرف نه دَ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِیْن آواز راځی ۔ دَ دغه حمد پهٔ چغو نعرو کښې به دربار ختم شی۔
اکثرو مفسرانو دغه معنٰی بیان کړے ده خو حضرت شاه صاحبؒ دا آیت پهٔ حالتِ راهنه کښې اچؤلے دے لیکی یعنی فرښتو کښې فیصله دا چې هره یوه فرښته پهٔ ملاء اعلیٰ کښې پهٔ خپله قاعده دَ دنیا دَ نظام متعلق تدبیر کښې یو خبره وکړی اؤ بله فرښته بله (لکه اختصام الملاء الاعلیٰ چې دې ته اشاره کوی) بیا الله تعالیٰ دَ خپل حکمت مطابق دَ یوې فرښتې خبره جاری کړی اؤ دغسې دَ فرښتو بحث ختم کړی ۔ دا حالت اوس هم دے اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به هم وی ۔ والله اعلم ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الْمُؤْمِنُ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمْسٌ وَّ ثَمَانُوْنَ اٰیَۃً وَّ تِسْعُ رُکُوْعَاتِ ۔
ترجمه: سورتِ مؤمن مکّه کښې نازل شوے اؤ دې کښې پنځهٔ اتیا (۸۵) آیتونه اؤ نهه (۹) رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربان ډېر رحم کؤنکے دے ۔
حٰمٓۚ۱
ترجمه: حا ۔ میم ۔
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِۙ۲
ترجمه: نازلؤل دَ کتاب دَ الله نه دی چې زبردست دے خبردار ،
غَافِرِ الذَّنْۢبِ وَ قَابِلِ التَّوْبِ شَدِیْدِ الْعِقَابِ١ۙ ذِی الطَّوْلِ١ؕ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ اِلَیْهِ الْمَصِیْرُ۳
ترجمه: ګناه بخښونکے اؤ توبه قبلؤنکے ف۱ سخت عذاب ورکؤنکے دَ طاقت مالک دے ف۲ هېڅوک دَ عبادت قابل نشته بې دَ هغهٔ نه ، هم هغهٔ ته راګرځېدل دی ، ف۳
ف۱: یعنی توبه قبوله کړی اؤ بنیادم دَ ګناه نه داسې پاک کړی لکه چې هډو ګناه ېٔ کړے نهٔ وی اؤ دَ دې نه علاوه دا چې توبه یو مستقل عبادت دے اؤ ورباندې اجر ورکؤلے شی ۔
ف۲: یعنی بې انتها قدرت اؤ فراخیٔ والا بندیانو ته به بې حسابه نعمتونه ورکوی۔
ف۳: دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې پهٔ ټول حاصریږی اؤ دَ خپل عمل اجر به ورکؤلے شی۔
مَا یُجَادِلُ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ اِلَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَلَا یَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلَادِ۴
ترجمه: صرف هغه کسان بحث کوی دَ الله پهٔ آیتونو کښې څوک چې منکر دی ف۴ نو تهٔ مهٔ خطا کېږه پهٔ دې خبره چې دوی ګرځی راګرځی پهٔ ښارونو کښې ۔ ف۵
ف۴: یعنی دَ الله دَ لوییٔ اؤ قدرت نخښې داسې نهٔ دی چې څوک پکښې بحث وکړې شی لېکن چا چې دا فیصله کړے وی چې دَ څرګند اؤ واضح دلیل نه به هم خامخا انکار کوی صرف داسې خلق پهٔ حقو خبرو کښې ناحقه جګړې جوړوی ۔
ف۵: نو دَ داسې منکرانو آخر انجام تباهی اؤ بربادی ده کهٔ فی الحال دوی پهٔ ښاریو کښې ګرځی اؤ خوشحال ښکاری نو پهٔ دې خطا کېږه مه ۔ دا دَ الله دَ طرف نه مهلت ورکؤلے شی ۔ څو ورځې دې مزې وکړی یوه ورځ به ناڅاپه راګېر شی ۔ مخکښینیو قومونو سره هم دغه شان شوی دی ۔
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّ الْاَحْزَابُ مِنْۢ بَعْدِهِمْ١۪ وَ هَمَّتْ كُلُّ اُمَّةٍۭ بِرَسُوْلِهِمْ لِیَاْخُذُوْهُ وَ جٰدَلُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ فَاَخَذْتُهُمْ١۫ فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ۵
ترجمه: تکذیب کړے دے دَ دې نه مخکښې دَ نوح قوم اؤ (نورو) ډېرو قومونو دَ هغوی نه پس، اؤ نیت کړے دے هر قوم خپل رسول ته چې را وېٔ نیسی اؤ بحثونه ېٔ جوړ کړی دی دَ دروغو چې ورغړوی پهٔ دې باندې رښتونے دین ، بیا ما راګېر کړل ، نو څنګه وه زما سزا ، ف۶
ف۶: یعنی دَ هر قوم شریرانو دَ خپل پېغمبر قتلؤلو یا تکلیف ورکؤلو نیت کړے دے چې پهٔ دې طریقه حق دین ته ماتې ورکړی لېکن مونږ کامیابیٔ ته ورنهٔ کړل ۔ دَ پېغمبرانو راګېرؤلو پهٔ ځائې مونږ دوی راګېر کړل اؤ سخته سزا مو ورکړه چې بیخ بنیاد ېٔ ووتو اؤ نوم نشان ېٔ دَ دنیا نه ورک شو اؤ دَ دغه تباه شویو قومونو کنډرے ځائې پهٔ ځائې شته ۔
وَ كَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ النَّارِۘؔ۶
ترجمه: هم دغه شان ثابته شوے ده ستا دَ رب خبره پهٔ کافرانو چې دوی دی دوزخیان ۔ ف۷
ف۷: یعنی څنګه چې پهٔ تېرو قومونو دَ عذاب خبره پوره وخته اؤ پهٔ خپل وخت تباه شو دغه شان دا موجوده منکران هم وګڼه اؤ څنګه چې دَ پېغمبرانو دَ اعلان موافق پهٔ کافرانو پهٔ دنیا کښې عذاب راغلو دغه شان دَ الله دا خبره هم یو پوخ حقیقت دے چې آخرت کښې به هم دغه کافران پهٔ دوزخ کښې پراتهٔ وی اؤ ځنو مفسرانو اَنَّهُمْ دَ لِاَنَّهُمْ پهٔ معنٰی اخستې دے ۔ یعنی دَ تېرو قومونو پهٔ شان پهٔ دې موجوده کافرانو باندې هم دَ الله خبره ثابته ده ځکه چې دوی هم دوزخیان دی ۔
اَلَّذِیْنَ یَحْمِلُوْنَ الْعَرْشَ وَ مَنْ حَوْلَهٗ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَ یَسْتَغْفِرُوْنَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ۚ رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَیْءٍ رَّحْمَةً وَّ عِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِیْنَ تَابُوْا وَ اتَّبَعُوْا سَبِیْلَكَ وَ قِهِمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ۷
ترجمه: څوک چې پورته کوی عرش اؤ څوک چې دَ عرش نه چاپېره وی هغوی پاکی بیانوی دَ خپل رب دَ خوبیو اؤ پهٔ هغهٔ یقین کوی اؤ دَ ګناهونو بخشش غواړی دَ ایماندارو دپاره ف۸ اے زمونږ ربه هر شے راګېر دے ستا پهٔ رحمت اؤ علم کښې نو معاف کړه هغه خلق چې توبه ېٔ وویسته اؤ روان شو ستا پهٔ لار اؤ بچ ېٔ کړه دَ اور دَ عذاب نه ۔ ف۹
ف۸: پورتنیو آیتونو کښې دَ مجرمانو بد حال بیان شو نو اوس دَ هغې پهٔ مقابله کښې دَ مؤمنانو خوشحالیٔ اؤ نعمتونه بیانیږی یعنی دَ عرش پورته کؤنکی مقربې فرښتې دَ چا چې غذا دَ الله حمد و ثنا ده اؤ کومې چې دَ غټو مرتبو خاوندانې اؤ پهٔ الله ډېرې ګرانې دی ، دغه فرښتې دَ خپل پروردګار نه دَ مؤمنانو دپاره دَ ګناهونو معافی غواړی ۔ سبحان الله څومره لویه مرتبه ده ۔ دَ الله دَ بندیانو ، چې پهٔ زمکه وسیدونکی مؤمنان بندیان څهٔ غلطی وکړی نو دَ آسمانونو پاکې فرښتې دَ هغوی دپاره معافی غواړی اؤ دَ هغو پهٔ حق کښې خو وئیلی شوی دی ۔ وَ یَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ (دوی هغه کار کوی دَ کوم چې ورته حکم شوے وی) نو دا به هم ورته دَ الله دَ طرف نه حکم شوے وی چې مؤمنانو دپاره معافی غواړیٔ ۔ (مطلب دا چې قبلېدل ېٔ یقینی دی)
ف۹: یعنی فرښتې دَ الله پهٔ دربار کښې داسې سوال کوی چې اے زمونږ ربه ستا علم اؤ رحمت دَ هر څیز نه چاپېره دے نو تا ته معلوم دے چې کوم بنده بدی پریٔښې ده اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه تا ته راوړېدلے دے نو کهٔ دَ بشری کمزوریٔ پهٔ بنا ترې څهٔ غلطی یا کمے وشی نو تهٔ ورته پهٔ خپل فضل اؤ کرم دغه غلطی معاف کړې چې نهٔ ورباندې پهٔ دنیا کښې ګرفت وشی اؤ نهٔ پهٔ آخرت کښې دَ دوزخ سخته ووینی ، باقی کوم مسلمان چې توبه ونهٔ باسی اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه الله ته رجوع نهٔ شی دَ هغهٔ ذکر دلته نشته آیت دَ دې نه غلې دے ۔ ظاهره دا ده چې دَ عرش فرښتې داسې مسلمان دپاره دعا نهٔ کوی ۔ دَ هغهٔ به څهٔ حال وی ، دا دَ نورو آیتونو اؤ حدیثونو نه معلومؤل پکار دی ۔
رَبَّنَا وَ اَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ اِ۟لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَ مَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَ اَزْوَاجِهِمْ وَ ذُرِّیّٰتِهِمْ١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُۙ۸
ترجمه: اے زمونږ ربه داخل کړه دوی دَ همېشه استوګې پهٔ باغونو کښې دَ کومو چې ورسره تا وعده کړے ده اؤ کوم چې نیکان دی دَ دوی پهٔ پلارانو کښې اؤ ښځو کښې اؤ اولاد کښې ، بېشکه هم تهٔ ئ زبردست دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی جنّت ته به هر سړے پهٔ خپل نیک عمل ځی ۔ دَ ایمان نه اؤ نیک عمل نه بغیر ښځه ، اولاد یا مور پلار دَ هېچا نهٔ شی پکارېدے ، لېکن اے الله ستا حکمونه داسې هم شته چې دَ یو پهٔ برکت دَ نورو مرتبې هم وچتې کړې ۔ لکه بل آیت دے ”وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ اتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَ مَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ“ (سورتِ طور ، رکوع ۱)
اؤ کهٔ غور وکړې شی نو پهٔ حقیقت کښې به دا هم دَ هغوی دَ زړهٔ دَ یو عمل بدله وی لکه دَ هغوی زړهٔ کښې به هم دا ارمان وی چې دَ دغه نیک مشر پهٔ شان نیک عمل مو وکړې نو دغه نیک نیت اؤ دَ نیک عمل خواهش به ېٔ الله ته منظور شی ۔ کهٔ عمل کښې ېٔ څهٔ کمے وی نو هغه به ورته پهٔ خپل فضل پوره کړی اؤ دَ هغه مشر وچتې مرتبې ته به ېٔ ورسوی ۔ اؤ کېدے شی چې دَ هغه نیک بنده زیات قدر اؤ عزت اؤ خوشحالی پهٔ دې طریقه وشی چې دَ هغهٔ مور پلار یا ټبر ته هم هغه درجه ورکړې شی ۔
وَ قِهِمُ السَّیِّاٰتِ١ؕ وَ مَنْ تَقِ السَّیِّاٰتِ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهٗ١ؕ وَ ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۠۹
ترجمه: اؤ بچ ېٔ کړه دَ بدیو نه ، اؤ څوک چې بچ شو دَ بدیو نه پهٔ هغه ورځ پهٔ هغهٔ تا مهربانی وکړه ، اؤ هم دغه ده عظیمه کامیابی ۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی پهٔ محشر کښې به پهٔ هغوی هېڅ تکلیف لکه هیبت یا پریشانی نهٔ وی ۔ اؤ دا لویه کامیابی خالص دَ الله پهٔ لوئی فضل اؤ خاصه مهربانیٔ حاصلېدے شی ۔ ځنو مفسرانو دَ سَیِّئَات نه مراد بد کارونه اخستې دی ۔ یعنی دا څهٔ غلطی چې ترې شوے ده دا ورته معاف کړې اؤ بیا دپاره ېٔ دَ غلطیو نه بچ کړې اؤ داسې خوی ورکړې چې بدیو ته هډو نژدے کیږی نه ۔ ظاهره ده چې څوک پهٔ دې ځائې کښې دَ غلطیو نه بچ شو پهٔ هغهٔ دَ ستا لوئے فضل وشو اؤ هغه به پهٔ آخرت کښې هم کامیاب وی ۔ پهٔ دې تقریر دَ یَوْمَىِٕذٍ ترجمه (پهٔ هغه ورځ) پهٔ ځائې (پهٔ دې ورځ) (یعنی پهٔ دې ژوند کښې) پکار ده ۔
شاه صاحبؒ لیکلی دی دا ستا مهربانی وه چې دَ بدیو نه بچ شو ګنی پهٔ خپل عمل څوک بچ کېدے شی ۔ لږه ډېره غلطی خو دَ هر بنده نه کیږی ۔ دا الفاظ دَ (هغه ورځ اؤ دغه ورځ) دواړو معناګانو سره سم دی ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ۱۰
ترجمه: څوک چې کافران دی هغوی ته به پهٔ چغه وئیلی شی دَ الله بیزاری زیاته ده دَ دې نه څنګه چې اوس تاسو بیزار ییٔ دَ خپلو ځانونو نه پهٔ کوم وخت چې تاسو بللی شویٔ ایمان راؤړو ته اؤ تاسو به انکار کؤلو ۔ ف۱۲
ف۱۲: نو دا به ورته الله دَ قیامت پهٔ ورځ وائی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ یعنی نن تاسو خپل ځان ته غصه ییٔ اؤ بد رد واییٔ ۔ پهٔ دنیا کښې چې تاسو ایمان ته بللی شویٔ اؤ تاسو انکار کؤلو نو الله درته دَ دې نه زیات پهٔ قهر (غصه) وهٔ اوس دَ هغې بدله مومیٔ ۔ اؤ ځنو مفسرانو دَ دواړو مُقْتُوْ (سختو) زمانه یوه اخستې ده اؤ داسې معنٰی ېٔ کړے ده ۔ تاسو پهٔ دنیا کښې بیا بیا ایمان ته بللی شویٔ اؤ تاسو به انکار کؤلو ۔ دا نن دَ هغې بدل دے نو څنګه چې اوس تاسو دَ خپل ځان نه خفه ییٔ چې داسې چل مو ولې کؤلو نو الله درنه دَ ستاسو نه زیات خفه دے ۔ نو اوس ېٔ سزا خوریٔ ۔
قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَ اَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوْبِنَا فَهَلْ اِلٰی خُرُوْجٍ مِّنْ سَبِیْلٍ۱۱
ترجمه: دوی به وائی اے زمونږ ربه مونږ دې مړهٔ کړو دوه ځله اؤ ژوندی دې کړو دوه ځله ف۱۳ اوس مونږ اقرار وکړو دَ خپلو ګناهونو ۔ ف۱۴ نو اوس هم چرته دَ وتو څهٔ لار شته ۔ (کهٔ نه) ف۱۵
ف۱۳: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی اول خاوره وه یا نطفه وه نو هم مړه (بې ساه) وه بیا پکښې روح واچؤلے شو نو ژوندی شو بیا مړهٔ شو اؤ اوس دوباره ژوندی شو نو پهٔ دې طریقه دوه ځله مرګ اؤ دوه ځله ژوند شو ۔ بل ځائې دی۔ كَیْفَ تَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَ كُنْتُمْ اَمْوَاتًا فَاَحْیَاكُمْ١ۚ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۔ (سورتِ بقره ، رکوع ۳)
ف۱۴: یعنی اول دا خیال وهٔ چې دوباره ژوند نشته اؤ نهٔ حساب شته نو ځکه پهٔ ګناهونو زړهٔ ور راتلو اوس مو ولیده چې دوباره ژوندی شو نو اوس مو یقین وشو چې مونږ پهٔ خطا وو اؤ ، دَ خپلو ګناهونو اقرار کوؤ بله لار مو نشته ۔
ف۱۵: یعنی اوس خو مو پهٔ ظاهره دَ خلاصی لار نشته ۔ البته تهٔ قادر ېٔ څنګه چې دې دوه ځله مړهٔ کړی یو اؤ دوه ځله دې ژوندی کړی یو نو بیا مو دنیا ته واستوه اؤ دریٔم ځل مو مړهٔ کړه ۔ پهٔ دې ځل به مونږ دَ نیکیٔ غټ پنډ ځان سره راؤړو ، اوس مو یقین وشو بیا به ګناهونه نهٔ کوؤ ۔
ذٰلِكُمْ بِاَنَّهٗ اِذَا دُعِیَ اللّٰهُ وَحْدَهٗ كَفَرْتُمْ١ۚ وَ اِنْ یُّشْرَكْ بِهٖ تُؤْمِنُوْا١ؕ فَالْحُكْمُ لِلّٰهِ الْعَلِیِّ الْكَبِیْرِ۱۲
ترجمه: دا (سخته) پهٔ تاسو ځکه ده چې کوم وخت تاسو بللی شویٔ یو الله ته نو تاسو به انکار کؤلو اؤ کهٔ شریک به ورسره جوړؤلے شو نو تاسو به یقین کؤلو اوس حکم هغه دے کوم چې وکړی الله دَ ټولو نه وچت لوئے ف۱۶
ف۱۶: یعنی اوس بیا دنیا ته دَ تلو څهٔ صورت نشته ۔ اوس به دَ خپل عمل سزا خوریٔ ، ستاسو متعلق دَ تباهیٔ فیصله ځکه شوے ده چې تاسو همېشه دَ الله دَ وجود یا وحدانیت نه انکار کړے دے ، دَ توحید خبره به مو نهٔ اورېده اؤ کهٔ چا به درته دَ باطلو خدایانو خبره کؤله نو ژر به مو منله ۔ دې نه معلومیږی چې ستاسو فطرت هم دغه دے ۔ کهٔ زر ځله لاړ شیٔ اؤ راشیٔ نو هم دغه به مو عمل وی دَ نیکیٔ کار به درنه ونهٔ شی نو بس ستاسو دپاره هم دغه دَ همېشه عذاب سزا مناسب ده کومه چې دَ هغه زبردست لوئی الله دَ دربار نه جاری شوے ده ۔ دَ چا پهٔ فیصله چې اپیل نهٔ شی کېدے (ځکه چې دَ دې نه وچت عدالت بل شته نه) نو دَ خلاصی هسې عبث طمع مهٔ کویٔ ۔
هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ وَ یُنَزِّلُ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ رِزْقًا١ؕ وَ مَا یَتَذَكَّرُ اِلَّا مَنْ یُّنِیْبُ۱۳
ترجمه: هم هغه دے چې ښیٔ تاسو ته خپلې نخښې اؤ راکوزوی تاسو ته آسمان نه روزی ، اؤ سوچ هم هغه خلق کوی څوک چې رجوع کوی (الله ته) ، ف۱۷
ف۱۷: یعنی دَ الله دَ وحدانیت نښې دَ هر څیز نه څرګندې دی ۔ اول دَ خپل رزق اسبابو ته وګوریٔ چې الله تعالیٰ ستاسو دپاره دَ رزق اسباب څنګه دَ بره نه پیدا کوی خو پهٔ دې هغه سړے پوهېدے شی چې سوچ کوی اؤ دَ عقل نه کار اخلی ۔
فَادْعُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ وَ لَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ۱۴
ترجمه: نو اوس وبلیٔ الله ، خالص کړیٔ هغهٔ لره عبادت اګر کهٔ بد ېٔ ګڼی کافران ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی بندیانو ته پکار دی چې دَ عقل نه کار واخلی اؤ خپل خالق ته رجوع وکړی ۔ دَ هغهٔ سره پهٔ عبادت کښې بل هېڅوک شریک نهٔ کړی ۔ بېشکه دَ ایماندارو پهٔ دې طریقه به مشرکان ضرور تندې ګونجې کوی چې زمونږ دومره خدایان ېٔ پرېښؤل اؤ دَ یو الله شو لېکن سوچه مسلمان هغه دے چې دَ مشرکانو پهٔ ډله کښې دَ توحید نعره پورته کړی اؤ دَ هغوی دَ مخالفت هېڅ پرواه ونهٔ ساتی ۔
رَفِیْعُ الدَّرَجٰتِ ذُو الْعَرْشِ١ۚ یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِۙ۱۵
ترجمه: هم هغه دے دَ وچتو درجو خاوند دَ عرش مالک ، راکوزوی دَ راز خبرې پهٔ خپل حکم پهٔ چا چې وغواړی خپلو بندیانو کښې ف۱۹ چې هغه (خلق) وویروی دَ ملاقات دَ ورځې نه ف۲۰
ف۱۹: دَ راز خبرې نه مراد وحې ده چې پېغمرانو باندې نازلیږی اؤ دَ هغوی پهٔ واسطه نورو بندیانو ته رسی اؤ ترقیامته به دغه پېغام (دَ پېغمبرانو دَ نائبانو پهٔ واسطه) دغه شان پهٔ دنیا کښې خوریږی ۔
ف۲۰: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ چې وړومبی وروستی ټول مخلوق به دَ الله دربار کښې حاضریږی اؤ هر سړی ته به خپل نیک یا بد عمل مخامخ کیږی خپله عملنامه به وینی ۔
یَوْمَ هُمْ بٰرِزُوْنَ١ۚ۬ لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ١ؕ لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ١ؕ لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ۱۶
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به (ټول خلق) بهر را ووځی (دَ زمکې نه) ف۲۱ پټ نهٔ دے دَ الله نه دَ دوی هېڅ شے ف۲۲ دَ چا بادشاهی ده نن ، دَ الله ، چې یو دے دَ طاقت خاوند ۔ ف۲۳
ف۲۱: یعنی دَ قبرونو نه به را ووځی اؤ پهٔ آزاد لکه دَ لاس دَ تلی هوار میدان کښې به راجمع شی ، څهٔ غر یا کنده یا ونې بوټی به ترمینځه اړ نهٔ وی ۔
ف۲۲: یعنی ښهٔ فکر وکړیٔ دَ هغه لوئی الله پهٔ دربار کښې به ودریږیٔ چې دَ هغهٔ نه دَ ستاسو پټ اؤ څرګند غټ اؤ وړوکے هېڅ کار پټ نهٔ دے ۔ ستاسو هر څهٔ ورته معلوم دی اؤ دَ هغې مناسب بدله به درکوی ۔
ف۲۳: یعنی پهٔ دغه ورځ به ټولې پردې پورته شی ۔ ظاهری اؤ مجازی رنګ کښې به هم دَ هېچا بادشاهی نهٔ وی ۔ بس دَ یو مختارِ مطلق بادشاهی به وی چې دَ هغهٔ مخکښې به هر طاقت کمزورے وی ، هېڅوک به څهٔ غږ نهٔ شی کؤلے ۔
اَلْیَوْمَ تُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ١ؕ لَا ظُلْمَ الْیَوْمَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ۱۷
ترجمه: نن به بدله ورکؤلے شی هر بنده ته څهٔ چې هغهٔ کړی دی ، نن بالکل ظلم نشته، بېشکه الله ډېر ژر حساب کؤنکے دے ،
وَ اَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْاٰزِفَةِ اِذِ الْقُلُوْبُ لَدَی الْحَنَاجِرِ كٰظِمِیْنَ١ؕ۬ مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ حَمِیْمٍ وَّ لَا شَفِیْعٍ یُّطَاعُؕ۱۸
ترجمه: اؤ دوی وویروه دَ هغې نژدے راتلونکے ورځې نه چې زړونه به مرۍ ته راخیژی نو دوی به ېٔ راټینګوی ف۲۴ هېڅوک نشته دَ ګناهګارو دوست اؤ نهٔ سفارشی چې خبره ېٔ ومنلی شی ۔ ف۲۵
ف۲۴: یعنی دَ ویرې اؤ هېبته به ېٔ زړهٔ خلې ته راځی اؤ خلقو به پهٔ دواړو لاسو ټینګ کړے وی چې چرته بهر ته ونهٔ ووځی ۔
ف۲۵: یعنی داسې سفارشی به ېٔ هېڅوک نهٔ وی چې دَ هغهٔ خبره خامخا ومنلی شی ۔ دَ الله پهٔ دربار کښې به سفارش صرف هغه څوک کؤلے شی چې اجازت ورته وشی اؤ دَ هغه چا دپاره به کؤلے شی چا ته چې دَ الله رضا وی ۔
یَعْلَمُ خَآىِٕنَةَ الْاَعْیُنِ وَ مَا تُخْفِی الصُّدُوْرُ۱۹
ترجمه: الله خبر دے دَ سترګو پهٔ غلا اؤ څهٔ چې پټ دی پهٔ زړونو کښې ،
وَ اللّٰهُ یَقْضِیْ بِالْحَقِّ١ؕ وَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَقْضُوْنَ بِشَیْءٍ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ۠۲۰
ترجمه: اؤ الله فیصله کوی پهٔ انصاف سره ف۲۶ اؤ څوک چې بللې شی دَ الله نه غیر (هغوی) هېڅ فیصله نهٔ شی کؤلے بېشکه الله چې دے هم هغه دے اورېدونکے اؤ لیدونکے ۔ ف۲۷
ف۲۶: یعنی دَ بندیانو نه پټ ځائې کښې یا دَ سترګو پهٔ ګوټ کښې کهٔ ېٔ غلی غوندې چا ته وکتل ۔ یا ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ څهٔ کار نیت وکړو یا ېٔ څهٔ خیال زړهٔ ته راغلو ، پهٔ دې هر څهٔ الله ښهٔ خبر دے اؤ پهٔ انصاف فیصله کوی ۔
ف۲۷: یعنی فیصله کؤل دَ هغه چا کار دے چې وینی اؤ اوری ۔ نو دا دَ کاڼی بتان چې نهٔ څهٔ کتے شی ، نهٔ څهٔ اوری اؤ نهٔ څهٔ وئیلی شی دوی به څهٔ فیصله وکړی اؤ څهٔ به الله ته سفارش وکړی؟ نو څوک چې دومره قدرې کار نهٔ شی کؤلے هغه خدائې دَ څهٔ چارې شو؟
اَوَ لَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ كَانُوْا مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ كَانُوْا هُمْ اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّ اٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ١ؕ وَ مَا كَانَ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ۲۱
ترجمه: آیا دا خلق نهٔ دی ګرځېدلی پهٔ ملک کښې چې لیدلے ېٔ وې چې څهٔ انجام شو دَ هغه قومونو چې دَ دوی نه مخکښې وو ، وو هغوی دَ دوی نه زیات پهٔ زور کښې اؤ پهٔ نښانو کښې چې پریٔښی ېٔ دی پهٔ ملک کښې ف۲۸ نو راګېر کړل الله هغوی دَ خپلو ګناهونو پهٔ وجه اؤ نهٔ وو دَ هغوی دپاره هېڅوک دَ الله نه بچ کؤنکے ۔ ف۲۹
ف۲۸: یعنی لوئے لوئے قلعه ګانې اؤ وچت محلونه اؤ نور ډېر یادګارونه ترې پاتی دی ۔
ف۲۹: یعنی چې دَ دنیا دَ عذاب نه چا بچ نهٔ کړې شو نو دَ آخرت دَ عذاب نه به ېٔ څنګه بچ کړی ۔
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَكَفَرُوْا فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ١ؕ اِنَّهٗ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ۲۲
ترجمه: دا ځکه چې دوی ته راتلل دَ دوی رسولان دَ څرګندو نخښو سره بیا دوی منکر شول نو راګېر کړل الله ، بېشکه هغه دے زورور سخت عذاب ورکؤنکے ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی دَ هغوی پهٔ شان تاسو دَ رسول تکذیب کویٔ نو آخر به دَ هغوی پهٔ شان تباه شیٔ کامیابېدے نهٔ شیٔ ۔ الله تعالیٰ به پهٔ خپل طاقت اؤ امداد خپل رسول آخر کامیاب کړی ۔ بیا پهٔ دغه مناسبت دَ موسٰیؑ قصه بیانیږی چې څنګه هغه پهٔ دومره مضبوط دښمن غالب شو دغه شان به دا رسول هم غالب شی ۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَ سُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍۙ۲۳
ترجمه: اؤ بېشکه مونږ را واستؤلو موسٰی دَ خپلو نخښو اؤ واضح دلیل سره ف۳۱
ف۳۱: دَ (۱) آیات نه عامې معجزې مراد دی اؤ دَ سلطانِ مبین نه شاید چې دَ هغوی خاصې اؤ ممتازې معجزې مراد وی یا (۲) دَ سلطان مبین نه دَ معجزو نه علاوه نور دلیلونه اؤ ثبوتونه مراد وی ۔ یا (۳) دَ آیات نه مراد وی احکام اؤ دَ دین تعلیم اؤ دَ سلطانِ مبین نه مراد معجزې وی یا (۴) دَ آیات نه مراد معجزې دی اؤ سلطانِ مبین هغه پاک قدسی طاقت اؤ دَ الله خاص تائید ته وئیلې شوے دے دَ کوم علامې چې پهٔ هر نبی کښې څرګندې ښکاری ۔ والله اعلم ۔
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ هَامٰنَ وَ قَارُوْنَ فَقَالُوْا سٰحِرٌ كَذَّابٌ۲۴
ترجمه: فرعون اؤ هامان اؤ قارون ته ف۳۲ نو دوی ووې دې جادوګر دے دروغژن ۔ ف۳۳
ف۳۲: هامان اؤ فرعون وزیر وهٔ اؤ قارون پهٔ بنی اسرائیلو کښې یو ډېر مالدار اؤ غټ سوداګر وهٔ چې دَ موسٰیؑ خلاف دَ فرعون پهٔ رضا چلېدو ، دَ هغهٔ واقعه مخکښې تېره شوے ده ۔
ف۳۳: یعنی دا معجزې ېٔ جادو دے اؤ دَ پېغمبریٔ دعویٰ ېٔ دروغ ده ۔ چا به دا وئیلی وی اؤ نورو به ېٔ تصدیق کړے وی ۔ (نو ټول پرې متفق شول) ۔
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوْۤا اَبْنَآءَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ وَ اسْتَحْیُوْا نِسَآءَهُمْ١ؕ وَ مَا كَیْدُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ۲۵
ترجمه: بیا کوم وخت چې را ورسېده دوی ته حقه خبره زمونږ دَ طرف نه دوی ووې مړهٔ کړیٔ نارینه دَ هغه کسانو چې ایمان راؤړی پهٔ دهٔ باندې اؤ ژوندیٔ ېٔ پرېږدیٔ ښځې ف۳۴ اؤ کوم تدبیر دَ منکرانو چې دے غلط دے ۔ ف۳۵
ف۳۴: یو ځل خو ېٔ دَ موسٰیؑ دَ پیدا کېدو نه مخکښې دَ نجومی پهٔ وینا دَ بنی اسرائیلو دَ هلکانو قتل کؤلو حکم ورکړے وهٔ چې موسٰیؑ ترې الله بچ کړو اؤ هم دَ دهٔ پهٔ کور ېٔ لوې کړو ۔ دا ېٔ دویٔم ځل حکم وکړو چې دَ بنی اسرائیلو شمار کم شی ، هیبت پرې کښینی اؤ طاقت ېٔ کمزورے شی اؤ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا خیال مضبوط شی چې پهٔ مونږ دا ټول مصیبت دَ موسٰیؑ دَ ملګرتیا پهٔ وجه راغلو نو دَ هغهٔ ملګرتیا به پرېږدی ۔ بیا څهٔ پته نشته چې پهٔ دې حکم عمل وشو کهٔ نه ۔
ف۳۵: یعنی پهٔ دې چل ول څهٔ کیږی؟ الله تعالیٰ به هر حال دَ خپلو مخلصو بندیانو امداد کوی اؤ دَ منکرانو ټول چلونه تباه کوی ۔
وَ قَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُوْنِیْۤ اَقْتُلْ مُوْسٰی وَ لْیَدْعُ رَبَّهٗ١ۚ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّبَدِّلَ دِیْنَكُمْ اَوْ اَنْ یُّظْهِرَ فِی الْاَرْضِ الْفَسَادَ۲۶
ترجمه: اؤ فرعون ووې ما پرېږدیٔ چې قتل کړم موسٰی اؤ چغې دې ووهی خپل رب ته ف۳۶ زهٔ ویرېږم چې خراب به کړی ستاسو دین یا به خور کړی پهٔ ملک کښې فساد ۔ ف۳۷
ف۳۶: حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ فرعون دَ موسٰیؑ دَ قتل اراده وکړه نو شاید چې قوم ېٔ منع کؤلو ۔ دَ معجزې پهٔ لیدو ویرېدلی وو چې هسې نه دَ دهٔ رب بیا زمونږ نه بدله واخلی ۔ فرعون هم خپله زړهٔ کښې ویرېدو خو خلقو ته دَ خپل زور اؤ طاقت ښودلو دپاره ېٔ وې ما پرېږدیٔ چې قتل ېٔ کړم ، دې دې خپل رب ته چغې وهی ۔ (مطلب ېٔ دا وهٔ چې زما حکم هېڅوک نهٔ شی منع کؤلے اؤ زهٔ دَ دهٔ دَ رب نه نهٔ ویرېږم)۔
ف۳۷: یعنی کهٔ دې ژوندے پاتې شو نو زمونږ دین اؤ دنیا دواړو ته خطره ده ۔ ممکنه ده چې دَ دهٔ وعظ اؤ نصیحت دَ خلقو پهٔ زړونو اثر وکړی اؤ دا هم ممکنه ده چې دَ سازش جال خور کړی ، پهٔ ملک کښې انقلاب پیدا کړی ۔ نتیجه به ېٔ دا وی چې ستاسو (دَ قبطیانو) حکومت به ختم شی اؤ پهٔ حکومت به بنی اسرائیل قبضه وکړی ۔
وَ قَالَ مُوْسٰۤی اِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَ رَبِّكُمْ مِّنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسَابِ۠۲۷
ترجمه: اؤ موسٰی ووې ما پناه اخستې ده دَ خپل رب اؤ ستاسو دَ رب دَ هر کبرژن نه ۔ ف۳۸ چې یقین نهٔ کوی دَ حساب پهٔ ورځ ۔ ف۳۹
ف۳۸: حضرت موسٰیؑ چې دَ فرعونیانو دَ خیالاتو نه خبر شو نو خپل قوم (بنی اسرائیلو) ته ېٔ ووې زهٔ دَ فرعون پهٔ دپکو دړکو نهٔ ویرېږم ، یو فرعون څهٔ کهٔ دَ دنیا ټول کبرژن اؤ ظالمان راجمع شی هم زما اؤ ستاسو پروردګار زمونږ دَ بچاؤ دپاره کافی دے ۔ ما هم دَ هغهٔ پناه اخستې ده اؤ هغه زمونږ مددګار دے لکه چې بل ځائې خپله الله تعالیٰ فرمائی: لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِیْ مَعَکُمَاۤ اَسْمَعُ وَ اَرٰی ۔ (سورتِ طٰهٰ ، رکوع ۳)
(تاسو مهٔ ویرېږیٔ زهٔ ستاسو سره یم دَ دوی هره خبره اورم اؤ هر عمل ېٔ وینم ۔ (نو زهٔ به مو دَ دوی دَ شر نه بچ کؤل) ۔
ف۳۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکی دَ چا چې دَ حساب پهٔ ورځ یقین وی هغه به ظلم څنګه وکړی ۔
وَ قَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ١ۖۗ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَكْتُمُ اِیْمَانَهٗۤ اَتَقْتُلُوْنَ رَجُلًا اَنْ یَّقُوْلَ رَبِّیَ اللّٰهُ وَ قَدْ جَآءَكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ مِنْ رَّبِّكُمْ١ؕ وَ اِنْ یَّكُ كَاذِبًا فَعَلَیْهِ كَذِبُهٗ١ۚ وَ اِنْ یَّكُ صَادِقًا یُّصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ یَعِدُكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ۲۸
ترجمه: اؤ ووې یو ایماندار سړی دَ فرعون دَ خلقو نه چې پټؤلو ېٔ خپل ایمان آیا تاسو وژنیٔ یو سړے پهٔ دې خبره چې وائی زما رب الله دے اؤ راؤړے ېٔ دی تاسو ته څرګندې نخښې ستاسو دَ رب دَ طرف نه اؤ کهٔ هغه دروغژن وی نو پهٔ هغهٔ به ورځی خپل دروغ ، اؤ کهٔ رښتونے وی نو تاسو ته به در ورسی څهٔ نا څهٔ وعده چې تاسو سره ېٔ کوی ، ف۴۰ بېشکه الله لار نهٔ ورکوی هغه چا ته چې وی بې لحاظ دروغژن ۔ ف۴۱
ف۴۰: یعنی یو ایماندار چې دَ فرعون اؤ خپل قوم نه ېٔ تر اوسه خپل ایمان پټ ساتلے وهٔ ، دَ فرعون دَ دې خبرې پهٔ ځواب کښې (ما پرېږدیٔ چې موسٰی قتل کړم) صبر نهٔ شو ، وې وئیل ناحقه یو بنده ولې وژنیٔ آیا صرف پهٔ دې خبره چې هغوی وائی الله زما رب دے اؤ دَ خپلې خبرې دَ صداقت دپاره څرګند دلیلونه هم پیش کوی اؤ دَ هغهٔ دَ قتل څهٔ دومره ضرورت هم نشته بلکې کېدے شی چې قتل کؤلو کښې ېٔ نقصان وی ۔ فرض کړه کهٔ هغه دا دعویٰ پهٔ دروغه کوی نو الله به ېٔ ضرور تباه کړی ۔ دَ الله عادت دا نهٔ دے چې داسې دروغژن ته ترقی ورکړی بلکې دَ هغهٔ دَ جال نه خلق بچ کؤلو دپاره داسې اسباب جوړ کړی چې دغه دروغژن خپله شرمنده اؤ رسوا شی ۔ (نو کهٔ دې دروغژن وی) خو خپله به رسوا شی تا ته ېٔ دَ قتل کؤلو حاجت نشته اؤ کهٔ رښتونے وی (اؤ تا قتل کړو) نو هغه چې خلق دَ کوم عذاب نه ویروی تهٔ به خامخا پهٔ هغې کښې راګېر شې ۔ نو کهٔ خبره وړومبیٔ وی یعنی دروغژن وی نو مړهٔ کؤل ېٔ بې فائدې دی اؤ کهٔ دویٔمه خبره یعنی رښتونے وی نو پهٔ مرګ کښې ېٔ سراسری تاوان دے ۔ (نو تهٔ ېٔ پهٔ قتلؤلو تلوار مهٔ کوه تر نتیجې صبر وکړه) حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ کهٔ دروغژن وی خو پهٔ چا چې دروغ جوړوی هم هغه به سزا ورکوی یعنی (الله) اؤ کهٔ رښتونے وی نو تهٔ دَ ځان غم وکړه ۔
تنبیه: دا خبره پهٔ هغه وخت کښې ده چې دَ وعدې کؤنکی دروغ رښتیا یقینی طور نهٔ وی واضح شوی اؤ کهٔ پهٔ یقینی دلیلونو ثابته وی چې دا دَ نبوت دعویدار دروغژن دے نو بیا ېٔ قتل کؤل واجب دی ۔ لکه نن زمانه کښې چې دَ نبی عربیﷺ آخری نبی کېدل پهٔ یقینی دلیلونو ثابت دی نو اوس کهٔ یو سړے دَ نبوت دعویٰ کوی نو هغه بېشکه واجب القتل دے اؤ دَ هغهٔ پهٔ وژلو کښې هېڅ اسره اؤ تاخیر نهٔ دے پکار ،
ف۴۱: یعنی کهٔ موسٰیؑ دروغژن وې نو هرګز به ورته الله تعالیٰ دومره طاقت نهٔ ورکؤلو چې داسې واضحې معجزې وښیٔ ۔ دَ ترقیٔ لار به ېٔ ورته هرګز نهٔ وه آزاده کړے اؤ کهٔ هغه رښتونے وی اؤ تهٔ ېٔ تکذیب کوے نو دَ خپل انجام فکر وکړه ۔ آخر به دې الله تعالیٰ تباه و برباد کړی ۔
یٰقَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ظٰهِرِیْنَ فِی الْاَرْضِ١٘ فَمَنْ یَّنْصُرُنَا مِنْۢ بَاْسِ اللّٰهِ اِنْ جَآءَنَا١ؕ قَالَ فِرْعَوْنُ مَاۤ اُرِیْكُمْ اِلَّا مَاۤ اَرٰی وَ مَاۤ اَهْدِیْكُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَادِ۲۹
ترجمه: اے زما قومه نن ستاسو حکومت دے زورور ییٔ پهٔ ملک کښې نو بیا څوک به زمونږ امداد کوی دَ الله دَ آفت نه کهٔ راباندې راغلو ف۴۲ فرعون ووې زهٔ خو تاسو ته هغه خبره کؤم پهٔ کومه چې زهٔ پوهېږم اؤ هغه لار درته ښیٔم کومه کښې چې فائده ده ۔ ف۴۳
ف۴۲: یعنی پهٔ خپل زور قوت اؤ ډېر لښکر غاوره کېږه مه ۔ کهٔ دَ الله پهٔ عذاب کښې ګېر شوې نو هېڅوک به دې خلاص نهٔ کړې شی اؤ دا طاقت به دې هېڅ پکار رانهٔ شی ۔
ف۴۳: فرعون ورته ووې ستا دا خبرې پهٔ ما هېڅ اثر نهٔ کوی ما ته چې خپله کوم کار ښهٔ ښکاری هغه به کؤم اؤ تا هم پهٔ دې پوهه کؤم چې زما پهٔ خیال ښهٔ دا ده چې دَ دې سړی کار پهٔ وړومبی قدم ختم کړې شی چې طاقت ېٔ زیات نهٔ شی ۔
وَ قَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ مِّثْلَ یَوْمِ الْاَحْزَابِۙ۳۰
ترجمه: اؤ هغه ایماندار سړی ووې اے زما قومه زهٔ ویرېږم (هسې نه چې) راشی پهٔ تاسو وخت دَ مخکښې قومونو پهٔ شان ،
مِثْلَ دَاْبِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّ عَادٍ وَّ ثَمُوْدَ وَ الَّذِیْنَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ١ؕ وَ مَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ۳۱
ترجمه: څنګه حال چې شو دَ نوح دَ قوم اؤ دَ عاد اؤ ثمود اؤ دَ هغه قومونو چې دوی نه وروستو وو اؤ الله نهٔ غواړی بې انصافی دَ خپلو بندګانو سره ۔ ف۴۴
ف۴۴: هغه ایماندار سړی ورته ووې چې کهٔ تهٔ هم دغه شان پهٔ خپله غلطه خبره ټینګ ئ نو زما سره دا خطره ده چې تهٔ به هم دَ مخکښینیو منکرو قومونو پهٔ شان یوه ورځ تباه شې ۔ یاد لره دَ الله پهٔ دربار کښې بې انصافی نشته ۔ دَ داسې نافرمانه قوم تباه کؤل عین عدل اؤ انصاف دے ۔ کوم حکومت دے چې دَ خپل سفیر قتل اؤ بې عزتیٔ ته به ګوری اؤ بدله به نهٔ اخلی ۔
وَ یٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ یَوْمَ التَّنَادِۙ۳۲
ترجمه: اؤ اے زما قومه زهٔ ویرېږم چې راشی پهٔ تاسو ورځ دَ چغو فریاد ۔ ف۴۵
ف۴۵: اکثرو مفسرانو دَ یَوْمُ التَّنَادْ نه دَ قیامت ورځ مراد کړے ده چې پهٔ محشر کښې به دَ حساب دپاره راجمع کیږی اؤ جنّتیان اؤ دَ اعراف خلق به یو بل ته آوازونه ورکوی اؤ آخر کښې به آواز وشی ۔
” یَا اَهْلَ الْجَنَّةِ خُلُودٌ لَا مَوْتٌ وَ یَا اَهْلَ النَّارَ خُلُوْدٌ لَا مَوْت “۔
(اے جنّتیانو پهٔ دې کښې به همېشه ییٔ بیا مرګ نشته اؤ اے دوزخیانو دې کښې به همېشه ییٔ بیا مرګ نشته)
لېکن حضرت شاه صاحبؒ ترې هغه ورځ مراد کړے ده چې پهٔ فرعونیانو دَ ډوبېدو عذاب راغلو اؤ یو بل ته ېٔ چغې وهلې دَ امداد دپاره ۔ شاید چې دغه مردِ مؤمن ته به کشف شوے وهٔ یا ېٔ دَ عام عذاب نه اندازه ولګؤله چې دغه شان به دوی هم دَ عذاب پهٔ ورځ فریادونه کوی اؤ چغې به وهی ۔
یَوْمَ تُوَلُّوْنَ مُدْبِرِیْنَ١ۚ مَا لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ١ۚ وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ۳۳
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به پهٔ شا زغلیٔ ف۴۶ هېڅوک نشته تاسو دپاره دَ الله نه بچ کؤنکے ، اؤ څوک چې پهٔ غلطه روان کړی الله نو هېڅوک نشته دَ هغهٔ پوهه کؤنکے ۔ ف۴۷
ف۴۶: یعنی دَ میدانِ حشر نه به دوزخ ته زغلیٔ یا دَ عذاب نازلېدو پهٔ وخت به دَ بچ کېدو دپاره بې فائدې کوشش کویٔ ، هسې منډې به وهیٔ ۔
ف۴۷: یعنی ما خو خپل پوره کوشش وکړو خو چې تاسو بیا هم نهٔ پوهېږیٔ نو معلومیږی چې دَ ستاسو دَ خراب فطرت پهٔ وجه الله تعالیٰ دا اراده کړے ده چې هم دغه شان پهٔ ګمراهیٔ کښې پراتهٔ وسیٔ ۔ نو دَ داسې بنده نه پهٔ سمه لار دَ راؤړېدو څهٔ طمع کېدے شی؟
وَ لَقَدْ جَآءَكُمْ یُوْسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا زِلْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّمَّا جَآءَكُمْ بِهٖ١ؕ حَتّٰۤی اِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ مِنْۢ بَعْدِهٖ رَسُوْلًا١ؕ كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابُۚۖ۳۴
ترجمه: اؤ راغلے دے دَ دې نه مخکښې تاسو ته یوسف دَ څرګندو نخښو سره بیا تاسو ویٔ پهٔ شک کښې پهٔ هغه څیزونو کښې چې تاسو ته ېٔ راوړل تر دې چې هغه وفات شو نوتاسو بیا وې هېچرې به نهٔ راستوی الله دَ دهٔ نه پس بل رسول ف۴۸ هم دغه شان ګمراه کوی الله هغه کس چې وی بې باکه شک کؤنکے ،
ف۴۸: یعنی بس دے قصه خلاصه شوه ، نهٔ دې رسول وهٔ اؤ نهٔ به دهٔ نه پس بل رسول راځی ۔ دغه شان ېٔ دَ هډو دَ رسولانو دَ سلسلې نه دَ سره انکار وکړو ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی دَ یوسفؑ پهٔ ژوند دَ مصر خلقو دَ هغهٔ نبوت ونهٔ منلو اؤ بیا چې دَ هغهٔ دَ وفات نه پس دَ مصر حالت خراب شو نو بیا به ېٔ وې دَ یوسفؑ قدم دَ دې وطن دپاره څومره بختور وهٔ داسې نبی به بیا رانهٔ شی ۔ یا ېٔ هغه انکار وهٔ اؤ یا ېٔ دا اقرار دے ۔ دغه افراط تفریط ټول زیاتے اؤ بکواس دے ۔ دَ دغه مردِ مؤمن مطلب دا وهٔ چې دَ نعمت قدر دَ زوال نه پس کیږی ، تاسو سره هم اوس دَ موسٰیؑ قدر نشته بیا به ورپسې ارمان کویٔ ۔
اِ۟لَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ١ؕ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ وَ عِنْدَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ؕ كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ۳۵
ترجمه: هغه خلق چې جګړې کوی دَ الله پهٔ آیتونو کښې بغیر له څهٔ سنده چې ور رسېدلی وی ، غټه بیزاری ده دَ الله پهٔ نزد اؤ دَ مؤمنانو پهٔ نزد ف۴۹ دغه شان مهر لګوی الله پهٔ هر زړهٔ دَ کبرژن سرکشه ۔ ف۵۰
ف۴۹: یعنی بغیر دَ څهٔ عقلی یا نقلی دلیل نه دَ الله پهٔ آیتونو کښې بحثونه جوړوی ۔ دَ دې نه زیاته بې انصافی اؤ بې باکی به نوره څهٔ وی ۔ ځکه الله اؤ دَ الله نیک بندیان دَ داسې خلقو نه ویزاره دی اؤ دغه وجه ده چې دوی پهٔ لعنت شو ۔
ف۵۰: څوک چې دَ کبر پهٔ وجه دَ الله حکم ته غاړه نهٔ ږدی اؤ دَ الله دَ رسول خبره نهٔ منی ۔ الله دَ هغوی پهٔ زړونو مهرونه ولګوی اؤ بیا ېٔ دَ حق قبلؤلو توفیق ونهٔ شی ۔
وَ قَالَ فِرْعَوْنُ یٰهَامٰنُ ابْنِ لِیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَبْلُغُ الْاَسْبَابَۙ۳۶
ترجمه: اؤ فرعون ووې اے هامانه جوړ کړه ما ته یو وچت محل شاید چې زهٔ ورسم لارو ته ،
اَسْبَابَ السَّمٰوٰتِ فَاَطَّلِعَ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی وَ اِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ كَاذِبًا١ؕ وَ كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَ صُدَّ عَنِ السَّبِیْلِ١ؕ وَ مَا كَیْدُ فِرْعَوْنَ اِلَّا فِیْ تَبَابٍ۠۳۷
ترجمه: لارو ته دَ آسمانونو بیا سر ښکاره کړم دَ موسٰی خدائې ته ف۵۱ اؤ زما پهٔ خیال خو دې دروغژن دے ف۵۲ هم دغه شان ښائسته کړی شو فرعون ته ناکاره کاررونه دَ هغهٔ اؤ منع کړې شو دَ سمې لارې نه ف۵۳ اؤ دَ فرعون هر چل ول چې وهٔ دَ تباهیٔ دپاره وهٔ ۔ ف۵۴
ف۵۱: دَ موسٰیؑ نه ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ وچتوالی اؤ لوییٔ خبرې اورېدلې وې نو دا خیال ېٔ وکړو چې دَ موسٰیؑ خدائې پهٔ آسمان کښې وسی نو پهٔ هغې پورې ېٔ داسې مسخرې کؤلے ۔ (چې ما ته وچته مناره جوړه کړیٔ چې زهٔ وګورم چې آسمان کښې دَ موسٰیؑ رب چرته دے) پهٔ سورتِ قصص کښې دَ دې تفصیل تېر شوے دے ۔
ف۵۲: یعنی دروغژن دے دَ رسالت پهٔ دعویٰ کښې هم اؤ پهٔ دې دعویٰ کښې هم چې دَ ټول جهان معبود بل دے ۔ ما ته خو دَ خپل ځان نه علاوه بل معبود نهٔ دے معلوم لکه چې بل ځائې وئیلی دی ۔ مَا عَلِمْتُ لَکُمْ مِنْ اِلٰهٍ غَیْرِیْ ۔ (سورتِ قصص ، رکوع ۴)
ف۵۳: پهٔ ناکاره کارونو کؤلو دَ بنده عقل داسې ووهلی شی چې هم دغه شان دَ خندا کارونه ترې کیږی اؤ داسې پهٔ ګډو وډو سر شی چې لارې ته راؤړېدو څهٔ طمع ېٔ پاتې نهٔ شی ۔ دغه حال دَ فرعون وهٔ ۔
ف۵۴: یعنی دَ فرعون چې هر څومره چل ول اؤ مشورې وې ټولې بې کاره وې ۔ خپل ځان ېٔ تباه کړو ، دَ موسٰیؑ ېٔ هېڅ ونهٔ کړی شو ۔
وَ قَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوْنِ اَهْدِكُمْ سَبِیْلَ الرَّشَادِۚ۳۸
ترجمه: اؤ هغه ایماندار سړی ووې اے زما قومه زما پهٔ لار روان شیٔ زهٔ رسؤم تاسو دَ نیکیٔ لارې ته ۔ ف۵۵
ف۵۵: فرعون وئیلی وو مَاۤ اَهْدِیْکُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَادِ (زهٔ درته دَ خیر لار ښیٔم) دَ هغې پهٔ ځواب کښې ورته هغه ایماندار سړی ووې ۔ دَ خیر اؤ دَ نیکیٔ لار دا نهٔ ده کومه چې فرعون تجویز کړے ده ۔ اے قومه تاسو ما پسې راځیٔ چې زهٔ درته دَ نیکیٔ اؤ خیر لاره وښیٔم ، دې خو مو کندې ته غورزوی ، ځان ترې وساتیٔ ۔
یٰقَوْمِ اِنَّمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا مَتَاعٌ١٘ وَّ اِنَّ الْاٰخِرَةَ هِیَ دَارُ الْقَرَارِ۳۹
ترجمه: اے زما قومه دا دَ دنیا ژوند چې دے نو لږه فائده اخستل دی اؤ هغه دَ آخرت کور چې دے هم هغه دَ پوخ وسېدو ځائې دے ۔ ف۵۶
ف۵۶: یعنی دَ فانی ژوند څو ورځې عیش و راحت دپاره آخرت مهٔ هیرویٔ اؤ خپل همېشه ژوند مهٔ خرابویٔ ۔ دا ژوند خو لږ دے ښهٔ وی کهٔ بد وی تېر به شی خو دې پسې داسې ژوند را روان دے چې دَ هغې خلاصې نشته دائمی دے ۔ بختور هغه دے چې پهٔ دې ژوند کښې دَ هغې ژوند دَ ښهٔ کؤلو اسباب برابر کړی اؤ خپل تل عمری ژوند پهٔ آرام کړی ۔
مَنْ عَمِلَ سَیِّئَةً فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا١ۚ وَ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنْثٰی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ یُرْزَقُوْنَ فِیْهَا بِغَیْرِ حِسَابٍ۴۰
ترجمه: چا چې بدی وکړه نو هم دَ هغې برابر بدله به ورکؤلے شی ، اؤ چا چې نیکی وکړه نر وی کهٔ ښځې اؤ وی ایماندار نو هم دغه خلق به ننوځی جنّت ته روزی به ورکؤلے شی هلته بې حسابه ۔ ف۵۷
ف۵۷: دا دَ هغه ژوند دَ ښهٔ کؤلو طریقه وښودلے شوه ، چې هغه ژوند به پهٔ څهٔ طریقه ښهٔ کیږی ۔ یعنی هلته به ایمان اؤ نیک عمل پکاریږی ، دَ دنیا مال دولت نهٔ پکاریږی ۔ دا هم معلومه شوه چې دَ الله رحمت پهٔ غضب غالب دے نو پکار دا ده چې بنده کوشش وکړی چې دَ رحم حقدار شی اؤ دَ غضب نه ېٔ بچ شی نو بیا کامیاب دے ۔
وَ یٰقَوْمِ مَا لِیْۤ اَدْعُوْكُمْ اِلَی النَّجٰوةِ وَ تَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَی النَّارِؕ۴۱
ترجمه: اؤ اے زما قومه پهٔ ما څهٔ وشو چې بلم تاسو خلاصی ته اؤ تاسو ما بلیٔ اور ته ۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی تاسو هم عجیبه خلق ییٔ ، زهٔ دا کوشش کوم چې سمې لارې ته مو را واړؤم اؤ دَ الله دَ غضب نه مو بچ کړم اؤ ستاسو دا کوشش دے چې دَ ځان سره ما هم دَ دوزخ اور ته راکاږیٔ ، زهٔ ستاسو خیر غواړم اؤ تاسو دَ ځان سره هم دښمنی کویٔ اؤ زما سره هم ۔
تَدْعُوْنَنِیْ لِاَكْفُرَ بِاللّٰهِ وَ اُشْرِكَ بِهٖ مَا لَیْسَ لِیْ بِهٖ عِلْمٌ١٘ وَّ اَنَا اَدْعُوْكُمْ اِلَی الْعَزِیْزِ الْغَفَّارِ۴۲
ترجمه: تاسو ما بلیٔ چې منکر شم دَ الله نه اؤ شریک کړم ورسره داسې شے چې زهٔ ترې خبر نهٔ یم ف۵۹ اؤ زهٔ تاسو بلم هغه زبردست ګناهونه معاف کؤنکی ته ۔ ف۶۰
ف۵۹: ستاسو دَ خبرو مطلب خو دا دے چې (معاذ الله) دَ یو الله نه انکاری شم ، دَ پېغمبرانو خبره ونهٔ منم اؤ دَ جاهلانو پهٔ شان هغه څیزونو ته خدائې ووایم چې هېڅ یو عقلی یا نقلی اؤ عملی دلیل ېٔ پهٔ خداییٔ نشته اؤ نهٔ ترې زهٔ خبر یم بلکې ما ته پهٔ قطعی دلیل معلومه ده چې الله یو دے اؤ دَ هغهٔ نه علاوه بل خدائې نشته نو زهٔ ستاسو بې دلیله خبره څنګه ومنم؟
ف۶۰: یعنی زما کوشش خو دا دے چې تاسو دَ یو الله درته راولم هغه الله چې ډېر زبردست هم دے اؤ ډېر بخښونکے مهربانه هم دے (کهٔ مجرم رانیسی نو څوک ېٔ ترې خلاصؤلے نهٔ شی اؤ کهٔ معاف کوی ېٔ نو څوک ېٔ منع کؤلے نهٔ شی) هم دغه الله یواځې دَ دې حقدار دے چې بنده ورته سجده ولګوی ، دَ غضب نه ېٔ ویره وکړی اؤ دَ رحم ېٔ طمعدار شی ۔ یاد لریٔ زهٔ دَ دغه زبردست الله پهٔ پناه کښې یم دَ کوم طرف ته چې تاسو هم رابلم (نو تاسو ما ته هېڅ نقصان نهٔ شیٔ رسؤلے)
لَا جَرَمَ اَنَّمَا تَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَیْهِ لَیْسَ لَهٗ دَعْوَةٌ فِی الدُّنْیَا وَ لَا فِی الْاٰخِرَةِ وَ اَنَّ مَرَدَّنَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَ اَنَّ الْمُسْرِفِیْنَ هُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ۴۳
ترجمه: ظاهره ده چې تاسو ما کوم خوا بلیٔ دَ هغهٔ بلنه نشته پهٔ دنیا کښې اؤ نهٔ پهٔ آخرت کښې ف۶۱ اؤ (ظاهره ده) دا چې زمونږ راګرځېدل دی الله ته اؤ (ظاهره ده) دا چې زیاتے کؤنکی دوزخیان دی ۔ ف۶۲
ف۶۱: یعنی دَ الله نه سوا بل هېڅ شے داسې نشته چې پهٔ دنیا یا آخرت کښې چا ته یوه ذره فائده یا نقصان ورسؤلے شی ، نو بیا دَ داسې بې کاره څیز عبادت کؤل جهالت نهٔ دے نو څهٔ دی؟ آخر دَ داسې عاجز اؤ بې وسه څیز عبادت ته بلنه څوک پهٔ کوم عقل ورکوی؟ اؤ حیرانتیا خو دا ده چې پهٔ دې څیزونو کښې اکثر داسې دی چې خپله چا ته دَ خپل عبادت بلنه نهٔ شی ورکؤلے بلکې دا طاقت هم نهٔ لری ۔
ف۶۲: یعنی آخر به یوه ورځ ټول دَ الله دربار ته راجمع کېږیٔ ۔ نو هلته به درته دَ خپلو نافرمانو نتیجه معلومه شی اؤ دَ دې نه زیاته بې انصافی به بله څهٔ وی چې داسې یو کمزوری مخلوق ته دَ خداییٔ درجه ورکړې شی ۔
فَسَتَذْكُرُوْنَ مَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ١ؕ وَ اُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَی اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بَصِیْرٌۢ بِالْعِبَادِ۴۴
ترجمه: نو بیا به تاسو یادویٔ دا زهٔ چې درته څهٔ وایم ف۶۳ اؤ زهٔ سپارم خپل کار الله ته ، بېشکه دَ الله پهٔ نظر کښې دی ټول بندیان ، ف۶۴
ف۶۳: یعنی وړاندې چې درته دَ خپل عمل نتیجه معلومه شی نو بیا به ارمان کویٔ اؤ زما نصیحت به یادویٔ چې دَ الله یو بنده راته نصیحت کؤلو اؤ رښتیا ېٔ وې خو ارمان دے چې مونږ پرې یقین ونهٔ کړو ۔ لېکن هغه وخت به دَ پښېمانیٔ اؤ ارمان هېڅ فائده نهٔ وی ۔
ف۶۴: یعنی ما خپله غاړه خلاصه کړه دَ الله پیغام مې در ورسؤلو ، اوس ېٔ تاسو منیٔ اؤ کهٔ نه دَ دې سره زما څهٔ غرض نشته ۔ ما خپل ځان الله ته سپارلے دے اؤ هم هغه زما حافظ اؤ مددګار دے ۔ ټول بندیان دَ هغهٔ پهٔ نظر کښې دی ، زما حال هم وینی اؤ ستاسو معامله هم ورته څرګنده ده ۔ کهٔ تاسو ما ته تکلیف راکویٔ نو هم هغه به زما امداد کوی اؤ ستاسو دَ شر نه به مې بچ کوی ۔
فَوَقٰىهُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِ مَا مَكَرُوْا وَ حَاقَ بِاٰلِ فِرْعَوْنَ سُوْٓءُ الْعَذَابِۚ۴۵
ترجمه: بیا الله بچ کړو موسٰی دَ هغوی دَ ناکاره چلونو نه اؤ ور واؤړېدو پهٔ فرعونیانو خراب عذاب ۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی دَ حق اؤ باطل دَ دې ټکرې نتیجه دا شوه چې الله تعالیٰ حق ته ، موسٰیؑ اؤ دَ هغهٔ ملګریو ته برے ورکړو (پهٔ هغوی کښې دغه دَ فرعون دَ قوم مؤمن هم وهٔ) اؤ دَ فرعونیانو ټول تدبیرونه بې کاره شول ۔ بلکې هغه چلونه ورباندې ټول اپوټه شول ۔ هغوی دَ حق پرستو دَ تباهیٔ انتظام کؤلو نو خپله ټول قوم پهٔ سمندر کښې غرق اؤ تباه و برباد شو ۔
اَلنَّارُ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا غُدُوًّا وَّ عَشِیًّا١ۚ وَ یَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ١۫ اَدْخِلُوْۤا اٰلَ فِرْعَوْنَ اَشَدَّ الْعَذَابِ۴۶
ترجمه: هغه اور دے چې ښیٔلی شی دوی ته سحر اؤ نماښام ف۶۶ اؤ پهٔ کومه ورځ چې قایٔم شی قیامت (حکم به وشی) ننه باسیٔ فرعونیانو لره ډېر سخت عذاب کښې ،
ف۶۶: یعنی دَ دوزخ هغه ځائې کوم ته چې به دَ قیامت پهٔ ورځ ورننوستې شی ۔ (ورته پهٔ عالمِ برزخ کښې هم) سحر اؤ نماښام ښودلې شی چې دَ نمونې پهٔ طور دَ راتلونکی عذاب لږ خوند وڅکی ۔ دَ احادیثو نه ثابته ده چې پهٔ عالمِ برزخ (قبر) کښې به هر کافر ته دَ دوزخ اؤ هر مسلمان ته دَ جنت خپل مقام سحر اؤ نماښام ښودلې شی ۔
تنبیه: دَ دې آیت نه صرف دَ فرعونیانو دَ عالمِ برزخ حال معلومېدو ، بیا رسول اللهﷺ ته وښودلې شوه چې پهٔ ټولو کافرانو بلکې پهٔ ګناهګارو مؤمنانو به هم پهٔ برزخ کښې عذاب وی (الله مو دې ترې وساتی) اؤ دَ ځنو احادیثو نه معلومیږی چې څنګه دَ شهیدانو ارواح به دَ شنو مرغانو (توتیانو) پهٔ ججورو کښې دَ جنت سیلونه کوی ۔ دغه شان به دَ دوزخیانو ارواح دَ تورو مرغانو پهٔ ججورو کښې سحر اؤ نماښام دَ دوزخ چکرے لګوی ۔
(البته ارواح به دَ خپلو بدنونو سره جنّت یا دوزخ ته دَ مستقل وسېدو دپاره دَ قیامت پهٔ ورځ ننوځی) کهٔ دا صحیح وی نو دَ فرعونیانو متعلق اَلنَّارُ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا غُدُوًّا وَّ عَشِیًّا اؤ دَ عامو دوزخیانو متعلق دَ حدیث دا الفاظ عُرِضَ عَلَیْهِ مَقْعَدُهٗ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِیّ پهٔ الفاظو کښې فرق شاید چې پهٔ دغه وجه وی ۔ والله اعلم ۔
وَ اِذْ یَتَحَآجُّوْنَ فِی النَّارِ فَیَقُوْلُ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا نَصِیْبًا مِّنَ النَّارِ۴۷
ترجمه: اؤ کوم وخت چې به دوی خپلو کښې پهٔ جګړه وی پهٔ اور کښې نو بیا به وائی دَ دوی کمزوری کبرژنو ته ، مونږ وو ستاسو تابعدار نو آیا اوس به تاسو زمونږ نه ورته کړیٔ څهٔ حصه دَ اور ۔ ف۶۷
ف۶۷: یعنی پهٔ دنیا کښې زمونږ مشران ویٔ پهٔ خپله لار مو روان کړی وو اؤ دَ هغې پهٔ برکت نن پهٔ دې غم اخته یو نو اوس خو راسره څهٔ لاس وکړیٔ ۔ مشران خو پهٔ سخته کښې دَ خپلو کشرانو امداد ته ور رسی کنه ، ګوریٔ نه چې پهٔ مونږ څومره سخته ده ۔ آیا دا نهٔ شی کېدے چې څهٔ سخته رانه تاسو پورته کړیٔ چې پهٔ مونږ کمے راشی؟
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُلٌّ فِیْهَاۤ١ۙ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ حَكَمَ بَیْنَ الْعِبَادِ۴۸
ترجمه: وائی به ورته هغه کبرژن مونږ ټول پراتهٔ یو پهٔ عذاب کښې ، بېشکه الله فیصله وکړه خپلو بندیانو کښې ۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی هغه مشران به ځواب ورکړی ، نن پهٔ مونږ اؤ تاسو یو شان سخته ده ۔ الله تعالیٰ ټولو ته دَ خپل جرم قطعی فیصله اورؤلے ده ، اوس دَ امداد کؤلو وخت نهٔ دے ۔ نن مونږ دَ خپل ځان نه سخته نهٔ شو کمؤلے نو تاسو سره به څهٔ امداد وکړو ۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ فِی النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوْا رَبَّكُمْ یُخَفِّفْ عَنَّا یَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ۴۹
ترجمه: اؤ وائی به هغه کسان چې پراتهٔ وی پهٔ اور کښې دَ دوزخ څوکیدارو ته سوال وکړیٔ خپل رب ته چې سپک کړی پهٔ مونږ یوه ورځ عذاب لږ غوندې ۔ ف۶۹
ف۶۹: چې دَ خپلو مشرانو نه مایوس شی نو فرښتو ته به خواست وکړی چې تاسو خپل رب ته خواست وکړیٔ یوه ورځ دَ چوټیٔ مقرر کړیٔ چې پهٔ دغه ورځ پهٔ مونږ عذاب لږ کم وی ۔
قَالُوْۤا اَوَ لَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ١ؕ قَالُوْا بَلٰی١ؕ قَالُوْا فَادْعُوْا١ۚ وَ مَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ۠۵۰
ترجمه: (څوکیدار) به ورته ووائی آیا نهٔ راتلل تاسو ته رسولان دَ واضحو دلیلونو سره ، دوی به ووائی ولې نه (څوکیدار) به ورته ووائی نو اوس وهیٔ چغې ، اؤ دَ کافرانو چغې هسې بې لارې دی ۔ ف۷۰
ف۷۰: یعنی هغه وخت تاسو دَ خپلو رسولانو خبره ونهٔ منله اؤ دَ خپل انجام غم مو ونهٔ کړو نو اوس موقع خطا شوے ده اوس څهٔ کوشش یا سفارش یا منت زاری هېڅ فائده نهٔ کوی ۔ کهٔ ډېرې چغې ووهیٔ خو فضول دی ۔ نهٔ مونږ ستاسو سفارش کؤلے شو اؤ نهٔ ستاسو پهٔ ژړا فریاد څهٔ کار کیږی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی فرښتې به ورته ووائی سفارش زمونږ کار نهٔ دے ۔ مونږ خو پهٔ عذاب مقرر یو سفارش دَ رسولانو کار وهٔ اؤ رسولانو سره ستاسو دښمنی وه اوس وهیٔ چغې ۔
تنبیه: دې آیت نه معلومه شوه چې آخرت کښې به دَ کافر سوال نهٔ قبلیږی باقی پهٔ دنیا کښې کهٔ الله تعالیٰ دَ کافر سوال قبول کړی لکه شیطان ته چې ېٔ تر قیامته مهلت ورکړے دے نو دا بیله خبره ده ۔
اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْهَادُۙ۵۱
ترجمه: مونږ امداد کوؤ دَ خپلو رسولانو اؤ دَ ایماندارو دَ دنیا پهٔ ژوند کښې (هم)، ف۷۱ اؤ پهٔ هغه ورځ (هم) چې پیش کیږی به ګواهان ۔ ف۷۲
ف۷۱: یعنی پهٔ دنیا کښې هم دَ خپلو رسولانو خبره پورته کوؤ ۔ دَ کوم مقصد دپاره چې راستؤلے شوی دی پهٔ هغې کښې آخر کار کامیاب شی ۔ پهٔ دې مینځ کښې کهٔ هر څومره کډ وډ حالات راشی خو آخر حق کامیابیږی دَ حق پرستو قربانی بې کاره نهٔ ځی ۔ پهٔ علمی حیثیت دلیل اؤ حجّت کښې خو حق وی غالب همېشه ۔ لېکن مادی حیثیت اؤ ظاهری شان و عزت هم آخر حق ته حاصلیږی ۔ دَ حق دښمن هېچرې عزت نهٔ شی حاصلؤلے دَ باطل ظاهری شان و شوکت دَ کټوۍ دَ سر ځږ وی ، آخر دَ حق پهٔ مقابله کښې شکست خوری اؤ ذلیل کیږی لېکن یاد لریٔ پهٔ آیت کښې چې دَ مؤمنانو دَ کامیابیٔ وعده شوے ده دا هله ده چې مؤمن پهٔ رښتیاؤ مؤمن اؤ دَ خپل رسولﷺ پهٔ رښتیا تابعدار اؤ دَ شریعت پهٔ لار صحیح روان وی ۔ لکه بل ځائې چې صفا وئیلے شوی دی ۔ وَ اَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ کُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۔ (اؤ هم تاسو به غالب ییٔ کهٔ مؤمنان ییٔ (پهٔ رښتیا) دَ مؤمنانو خویونه اؤ عادتونه ځائې پهٔ ځائې قرآن کریم کښې بیان شوی دی مسلمان ته پکار دی چې پهٔ دغه تله خپل ځان وتلی (نو هله دې دَ الله دَ امداد طمع کوی)۔
ف۷۲: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ چې وړومبی وروستی به ټول راجمع وی الله تعالیٰ به دَ ټول مخلوق پهٔ مخکښې پهٔ خپل فضل دَ حق پرستو دَ عزت اؤ سربلندیٔ اظهار وکړی ۔ پهٔ دنیا کښې خو دَ مؤمنانو پهٔ قدر عزت اؤ بلندې مرتبې څهٔ شک کېدے شو ، پهٔ دغه ورځ به پکښې هېڅ شک شبه پاتې نهٔ شی ۔
یَوْمَ لَا یَنْفَعُ الظّٰلِمِیْنَ مَعْذِرَتُهُمْ وَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَ لَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ۵۲
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به هېڅ کار نهٔ ورکوی دَ مشرکانو عذرونه اؤ دَ دوی دپاره لعنت دے اؤ دَ دوی دپاره خراب کور دے ۔ ف۷۳
ف۷۳: یعنی دَ مؤمنانو خو به دَ قدر عزت اظهار وشی اؤ دَ کافرانو به دَ امداد هېڅوک نهٔ وی سخت ذلیل اؤ رسوا به وی ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْهُدٰی وَ اَوْرَثْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَۙ۵۳
ترجمه: اؤ مونږ ورکړو موسٰی ته دَ سمې لارې فکر اؤ وارثان مو کړل بنی اسرائیل دَ کتاب ،
هُدًی وَّ ذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ۵۴
ترجمه: سمه لار ښودونکے اؤ پوهه کؤنکے عقلمندو لره ۔ ف۷۴
ف۷۴: یعنی اول پهٔ دنیا کښې وګوریٔ فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم دَ خپل ظاهری شان شوکت اؤ طاقت سره دَ حق پهٔ مقابله کښې څنګه بې عزته اؤ تباه و برباد شو اؤ دَ موسٰیؑ دَ رهنماییٔ پهٔ برکت دَ بنی اسرائیلو غوندې کمزورے اؤ مظلوم قوم څنګه عزت مند اؤ دَ عظیم الشان کتاب وارث شو ۔ عقلمندو ته دَ سبق حاصلؤلو دپاره دغه یوه واقعه کافی ده ۔
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّ اسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِیِّ وَ الْاِبْكَارِ۵۵
ترجمه: نو تهٔ صبر کوه بېشکه دَ الله وعده رښتونے ده اؤ بخښنه وغواړه دَ خپلو ګناهونو اؤ پاکی بیانوه دَ خپل رب دَ خوبیو نماښام اؤ سحر ۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی تهٔ هم تسلّی لره دَ کامیابیٔ کومه وعده چې تا سره شوے ده هغه به ضرور پوره کیږی ۔ الله تعالیٰ به تا اؤ ستا تابعدار پهٔ دواړه جهانه کښې عزت مند اؤ کامیاب کړی ۔ فی الحال ضرورت دَ دې خبرې دے چې دَ الله دَ رضا حاصلؤلو دپاره تاسو پهٔ سخته صبر وکړیٔ اؤ دَ چا نه چې دَ څهٔ کمی اؤ نقصان امکان وی دَ هغوی دپاره دَ الله نه معافی وغواړیٔ ۔ همېشه سحر اؤ نماښام دَ خپل پروردګار حمد و ثنا واییٔ پهٔ ژبه هم اؤ پهٔ عمل هم اؤ پهٔ ظاهره اؤ پهٔ زړهٔ کښې هېڅ وخت دَ الله دَ یادو نه غافل نهٔ شیٔ ۔ بیا به دَ الله امداد یقینی دَ ستاسو سره وی ۔
تنبیه: خطاب رسول اللهﷺ ته دے خو غرض ېٔ ټول امت ته اورؤل دی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی ، رسول اللهﷺ به دَ ورځې سل (۱۰۰) سل (۱۰۰) ځله استغفار وئیلو دَ هر بنده ګناه دَ هغهٔ دَ درجې مناسب وی نو دَ استغفار هر چا ته ضرورت دے ۔ (دَ ډېرې وچتې مرتبې دَ خاوند وړه غوندې غلطی هم غټه ګڼلې شی)
اِنَّ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ١ۙ اِنْ فِیْ صُدُوْرِهِمْ اِلَّا كِبْرٌ مَّا هُمْ بِبَالِغِیْهِ١ۚ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ۵۶
ترجمه: څوک چې جګړې کوی دَ الله پهٔ آیتونو کښې بې دَ څهٔ سنده چې دوی ته رسېدلے وی ، نور هېڅ نهٔ دی خو دَ دوی پهٔ زړونو کښې داسې لوئی ده چې هرګز نهٔ شی رسېدے تر هغې ف۷۶ نو تهٔ پناه غواړه دَ الله ، بېشکه هغه هر څهٔ اوری هر څهٔ وینی ۔ ف۷۷
ف۷۶: یعنی کوم خلق چې دَ الله دَ توحید ، آسمانی کتابونو اؤ دَ پېغمبرانو دَ معجزو اؤ نصیحتونو پهٔ مقابله کښې بې ځایه بحثونه جوړوی دَ هغوی سره څهٔ مضبوط دلیل یا سند هم نشته ۔ اؤ درحقیقت پهٔ دې واضحو خبرو کښې دَ څهٔ شک ګنجائش هم نشته خو کبر اؤ لوئی دا خلق دَ اطاعت نه منع کوی ۔ دوی دا غواړی چې مونږ دَ نبیﷺ نه وچت شوې اؤ دَ هغهٔ پهٔ مخکښې مو سر ټیټ نهٔ کړې ۔ خو دوی پهٔ دې خپل خواهش کښې کامیابېدے نهٔ شی دَ پېغمبر تابعداری به قبلوی ګنی ذلیل کیږی به ۔
ف۷۷: یعنی دَ الله پناه وغواړه چې دَ دې ظالمانو دَ شر نه بچ شی ۔ وړاندې دَ ځنې هغه خبرو بیان دے کومو کښې چې مشرکانو جګړې جوړؤلے لکه توحید اؤ دَ بعث الموت (دَ دوباره ژوند) وغېره ۔
لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ اَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۵۷
ترجمه: البته پیدا کؤل دَ آسمانونو اؤ زمکې ګران دی دَ بنیادمو پیدا کؤلو نه لېکن اکثر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی دا خو واضحه ده چې دَ زمکې اؤ آسمانونو دَ غټوالی پهٔ مقابله کښې دَ بنیادم هېڅ حیثیت نشته ۔ اؤ دا خبره مشرکان هم منی چې دا زمکه اؤ آسمانونه الله پیدا کړی دی نو کوم ذات چې دا دومره غټ غټ څیزونه پیدا کړی دی هغهٔ ته دَ بنیادم وړومبی ځل یا دویٔم ځل پیدا کؤل څهٔ ګران دی؟ حیرانتیا ده چې ډېر خلق پهٔ دومره واضحه خبره هم نهٔ پوهیږی ۔
وَ مَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَ الْبَصِیْرُ١ۙ۬ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ لَا الْمُسِیْٓءُ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ۵۸
ترجمه: اؤ نهٔ دی برابر ړوند اؤ دَ نظر خاوند اؤ نهٔ ایماندار چې ښهٔ کارونه کوی اؤ نهٔ بدکار (خو) تاسو ډېر لږ سوچ کویٔ ۔ ف۷۹
ف۷۹: یعنی یو ړوند چې سمه لار نهٔ وینی اؤ نهٔ پرې پوهیږی اؤ یو دَ نظر خاوند چې سمه لار وینی اؤ ښهٔ پهٔ پوهه پرې روان وی آیا دا دواړه سره سمېدې شی؟ یا دَ یو نیک سړی چې ښهٔ کارونه ېٔ کړی وی اؤ دَ یو ناکاره بدعمله سړی انجام سره یو شان کېدے شی؟ هرګز نه ۔ ښه نو کهٔ داسې وی نو بیا پکار ده چې یوه ورځ دَ دواړو فرق واضحه شی اؤ هر یو ته دَ خپل علم اؤ عمل نتیجه پهٔ مکمله طریقه ور ورسی ۔ خو افسوس دے چې تاسو دومره فکر هم نهٔ کویٔ ۔
اِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ۵۹
ترجمه: بېشکه قیامت راتلونکے دے پهٔ دې کښې هېڅ ټګی نشته لېکن ډېر خلق یقین نهٔ کوی ، ف۸۰
ف۸۰: یعنی تاسو زما عبادت کویٔ زهٔ به دَ هغې جزا درکوم اؤ زما نه سوال کویٔ، ستاسو سوال به تش نهٔ ځی ۔
وَ قَالَ رَبُّكُمُ ادْعُوْنِیْۤ اَسْتَجِبْ لَكُمْ١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِیْ سَیَدْخُلُوْنَ جَهَنَّمَ دٰخِرِیْنَ۠۶۰
ترجمه: اؤ ستاسو رب وائی ما ته سوال کویٔ زهٔ در رسم ستاسو امداد ته ، بېشکه څوک چې انکار کوی زما دَ عبادت نه اوس به ننوځی دوزخ ته خوار و ذلیل ۔ ف۸۱
ف۸۱: دَ بندګیٔ سره سوال ضروری دے اؤ سوال نهٔ کؤل کبر دے ۔ دې آیت نه معلومه شوه چې الله دَ بنده دعا قبلوی ۔ دې کښې خو څهٔ شک نشته لېکن دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې بنده چې څهٔ غواړی هغه ټول ورکړې شی ۔ نه بلکې دَ دعا قبلېدو ډېر شکلونه دی لکه احادیثو کښې چې بیان شوی دی څهٔ څیز ورکؤل دَ الله پهٔ رضا اؤ دَ هغهٔ پهٔ حکمت موقوف دی ۔ لکه بل ځائې فرمائی ۔ فَیَکْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ (سورتِ انعام ، رکوع ۴) بهرحال دَ بنده حق سوال کؤل دی اؤ دا سوال خپله یو عبادت بلکې دَ عبادت مغز دے۔
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَ النَّهَارَ مُبْصِرًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ۶۱
ترجمه: الله دے چا چې جوړه کړے ده ستاسو دپاره شپه چې آرام پکښې وکړیٔ اؤ ورځ دَ لیدو ۔ ف۸۲ بېشکه الله ډېر فضل کؤنکے دے پهٔ خلقو باندې لېکن ډېر خلق حق نهٔ منی ۔ ف۸۳
ف۸۲: دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې اکثر خلق آرام کوی وودهٔ کیږی چې دَ سبا کار دپاره تازه شی ۔ دَ ورځې پهٔ رڼا کښې بیا پهٔ خپلو کارونو لګیا شی ۔
ف۸۳: یعنی پکار دا وه چې بنیادم دَ دې نعمتونو قدر کړے وې اؤ دَ خپل اصل مالک اؤ نعمتونو قدر ېٔ کړے وې اؤ دَ خپل اصلی مالک اؤ نعمتونو ورکؤنکی احسان ېٔ منلې وې اؤ پهٔ ژبه اؤ عمل ېٔ دَ هغهٔ شکر کړے وې لېکن ډېر خلق ناشکری اؤ شرک کوی ۔
ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ١ۘ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ٘ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ۶۲
ترجمه: دغه الله رب دے ستاسو دَ هر څیز پیدا کؤنکے ، دَ هېچا عبادت نشته بې دَ هغهٔ نه نو بیا چرته ټکرے خوریٔ ۔ ف۸۴
ف۸۴: یعنی چې دا منیٔ چې شپه اؤ ورځ الله پیدا کړی دی اؤ دا غټ نعمت هغهٔ راکړے دے نو بیا عبادت هم دَ دغه منعمِ حقیقی پکار دے، دلته بیا ولې خطا کیږیٔ اؤ دَ نورو عبادت کویٔ ۔
كَذٰلِكَ یُؤْفَكُ الَّذِیْنَ كَانُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ۶۳
ترجمه: هم دغه شان بیرته ګرځؤلے شی کوم خلق چې دَ الله دَ آیتونو نه انکار کوی،
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّ السَّمَآءَ بِنَآءً وَّ صَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَ رَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ١ؕ ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ١ۖۚ فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ۶۴
ترجمه: الله دے چا چې جوړه کړه ستاسو دپاره زمکه دَ آرام ځائې (فرش) اؤ آسمان عمارت (ګنبت) ف۸۵ جوړ ېٔ کړل ستاسو شکلونه نو ښهٔ ېٔ جوړ کړل ستاسو شکلونه اؤ روزی ېٔ درکړه صفا ستره څیزونه ، دغه دے ستاسو رب ، نو غټ برکت دے دَ الله چې رب دے دَ ټول جهان ۔ ف۸۶
ف۸۵: یعنی آسمان ېٔ دَ ګنبت پهٔ شان وچت جوړ کړے دے ۔
ف۸۶: پهٔ ټولو جاندارو کښې ېٔ دَ بنیادم بدن ښهٔ اؤ دَ هغهٔ روزی صفا سوتره پیدا کړے ده ۔
هُوَ الْحَیُّ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ١ؕ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۶۵
ترجمه: هغه همېشه ژوندے دے ف۸۷ دَ هېچا عبادت نشته بې دَ هغهٔ نه نو هم هغهٔ ته سوال کویٔ خالص کړیٔ دَ هغهٔ دپاره عبادت ، ټولې خوبیٔ دَ الله دی چې رب دے دَ ټول جهان، ف۸۸
ف۸۷: هغه ژوندے دے ، مرګ ورباندې پهٔ هېڅ حیثیت نهٔ راځی اؤ ظاهره ده چې ژوند ېٔ ذاتی اؤ دائمی دے نو دَ ژوند ټول ضروریات به ېٔ هم ذاتی وی ۔
ف۸۸: کمالونه اؤ خوبیٔ ټولې دَ ژوند تابع دی ۔ څوک چې حَیّ دے علی الاطلاق څوک چې ژوندے دے پهٔ کامله وجه هم دَ عبادت مستحق دے اؤ دَ ټولو خوبیو اؤ کمالونو مالک دے ۔ ځکه ”هُوَ الْحَیُّ“ نه پس ”اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْن“ ووئیلی شو لکه چې مخکښې آیتونو کښې دَ نعمتونو دَ بیان نه پس ”فَتَبَارَكَ اللهُ اَحْسَنُ الْخَالِقِیْنَ“ وئیلی شوی وو ۔ ځنو مشرانو لیکلی دی چې (پهٔ ذکر کښې) لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْن وئیل پکار دی دَ دې بنیاد هم دغه آیت دے ۔
قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَمَّا جَآءَنِیَ الْبَیِّنٰتُ مِنْ رَّبِّیْ١٘ وَ اُمِرْتُ اَنْ اُسْلِمَ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۶۶
ترجمه: تهٔ ووایه زهٔ منع شوے یم دَ دې نه چې عبادت وکړم دَ هغو چې تاسو ېٔ بلیٔ دَ الله نه غیر هر کله چې را ورسېدې ما ته څرګندې نښانې دَ خپل رب دَ طرف نه اؤ ما ته حکم شوے دے چې تابعدار شم دَ ټول جهان دَ رب ۔ ف۸۹
ف۸۹: یعنی دَ الله دَ قدرت دَ واضحو نخښو لیدو نه پس به بنده ولې یو الله ته پهٔ سجده نهٔ پرېوځی اؤ دَ هغهٔ فرمان ته به غاړه نهٔ ږدی ۔
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ یُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُوْنُوْا شُیُوْخًا١ۚ وَ مِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی مِنْ قَبْلُ وَ لِتَبْلُغُوْۤا اَجَلًا مُّسَمًّی وَّ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ۶۷
ترجمه: هم هغه دے چې پیدا ېٔ کړیٔ تاسو دَ خاورې نه ف۹۰ بیا دَ اوبو دَڅاڅکی نه بیا دَ وینې دَ ټوټې نه ف۹۱ بیا را وباسی تاسو واړهٔ (بچی) بیا (مهلت درکوی) چې ورسیٔ پوره طاقت ته ، بیا تر څو چې شیٔ بوډاګان ، بیا ځنی خو پهٔ تاسو کښې مړهٔ شی ، وړومبے دَ دې نه اؤ چې ورسیٔ تاسو یوې مقررې نېټې ته ف۹۲ اؤ چې تاسو سوچ وکړیٔ ۔ ف۹۳
ف۹۰: یعنی ستاسو نیکهٔ آدمؑ مو دَ خاورې نه پیدا کړو یا تاسو هم دَ خاورې نه پیدا ییٔ ۔ پهٔ دې طریقه چې نطفه چې دَ کوم خوراک نه جوړه شوے ده دغه خوراک دَ خاورې نه راوتې دے ۔
ف۹۱: یعنی دَ بنیادم اصل دَ اوبو (منی) یو څاڅکې دے چې بیا ترې دَ وینې ټوټه جوړه شی اؤ پهٔ خپله نېټه دَ مور دَ ګېډې نه دنیا ته را ووځی ۔
ف۹۲: یعنی اول وړوکے اؤ کمزورے وی بیا ورو ورو طاقتور ځوان شی ، بیا دَ ځوانیٔ نه بوډاوالی ته ورسی اؤ څوک دَ ځوانیٔ یا بوډاوالی نه وړومبے دَ هلکوانیٔ پهٔ ورځو کښې مړهٔ شی ۔ بهرحال دَ هر چا دپاره یوه مقرره نېټه ده چې تر هغې ورسی نو بیا دَ دنیا نه رخصتیږی ۔ دَ مرګ نه اؤ بیا دَ دوباره ژوند نه دَ هېچا بچ کېدل نشته ۔
ف۹۳: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ سوچ وکړیٔ دا دومره حالتونه پهٔ تاسو تیریږی نو ممکنه ده چې یو حالت بل هم وی یعنی دَ مرګ نه پس دوباره ژوند ، نو تاسو چې دا دومره حالتونه اؤ دومره تبدیلیٔ منیٔ نو دَ دې یو نه ولې انکار کویٔ؟
هُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ١ۚ فَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ۠۶۸
ترجمه: هم هغه دے چې تاسو ژوندی کوی اؤ مړهٔ کوی بیا کله چې هغه حکم کوی دَ څهٔ کار نو دغه هومره وائی هغه څیز ته چې شه نو هغه شی ۔ ف۹۴
ف۹۴: یعنی دَ هغهٔ دَ کامل قدرت اؤ دَ ” كُنْ فَیَكُوْنُ۠ “ شان دَ وړاندې دا څهٔ ګران کار دے چې تاسو دَ مرګ نه پس دوباره ژوندی کړی ۔
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ١ؕ اَنّٰی یُصْرَفُوْنَ٤ۖۛۚ۶۹
ترجمه: آیا تا نهٔ دی لیدلی هغه خلق چې جګړې کوی دَ الله پهٔ آیتونو کښې چې دَ کوم ځائې نه راګرځؤلے شی ،
الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِالْكِتٰبِ وَ بِمَاۤ اَرْسَلْنَا بِهٖ رُسُلَنَا١ۛ۫ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَۙ۷۰
ترجمه: هغه کسان چې تکذیب ېٔ وکړو دَ دې کتاب اؤ دَ هغه احکامو چې راستؤلی دی مونږ دَ خپلو رسولانو (پهٔ ذریعه) نو آخر به خبر شی (دغه کسان) ، ف۹۵
ف۹۵: یعنی څوک چې اوس دَ رسولانو تکذیب کوی هغوی به آخر خبر شی چې دَ دې تکذیب نتیجه څهٔ ده ۔
اِذِ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ وَ السَّلٰسِلُ١ؕ یُسْحَبُوْنَۙ۷۱
ترجمه: کله چې طوقونه واچؤلے شی دَ دوی پهٔ څټونو کښې اؤ زنځیرونه ۔ ف۹۶
ف۹۶: پهٔ غاړه کښې به ېٔ طوقونه وی دَ زنځیر یو سر به پهٔ طوق کښې وی اؤ بل سر به دَ فرښتو پهٔ لاس کښې وی ۔ دغه شان به ېٔ تړلی دوزخ ته روان کړی وی ۔
فِی الْحَمِیْمِ١ۙ۬ ثُمَّ فِی النَّارِ یُسْجَرُوْنَۚ۷۲
ترجمه: راښکلې به شی پهٔ یشېدلیو اوبو کښې ، بیا پهٔ اور کښې به واچؤلے شی ، ف۹۷
ف۹۷: یعنی پهٔ دوزخ کښې به کله دَ یشیدلیو اوبو عذاب ورکؤلے شی اؤ کله دَ اور ۔ (الله مو دې ترې وساتی)۔
ثُمَّ قِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُوْنَۙ۷۳
ترجمه: بیا به ورته ووئیلی شی چرته لاړل هغه ، تاسو چې (خداییٔ کښې) شریکان ګڼل ،
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا بَلْ لَّمْ نَكُنْ نَّدْعُوْا مِنْ قَبْلُ شَیْـًٔا١ؕ كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ الْكٰفِرِیْنَ۷۴
ترجمه: دَ الله نه غیر ف۹۸ دوی به وائی زمونږ نه ورک شول ف۹۹ نه بلکې مونږ خو نهٔ بللو دَ دې نه مخکښې هېڅ څیز ف۱۰۰ دغه شان ګمراه کوی الله منکران ۔ ف۱۰۱
ف۹۸: یعنی دَ الله نه غیر چې مو نور خدایان جوړ کړی وو هغه اوس چرته دی ، چغې ورته ووهیٔ چې دَ دې عذاب نه مو اوس خلاص کړی کهٔ څهٔ وس ېٔ رسی ۔
ف۹۹: هغوی به ووائی چې هغوی خو اوس زمونږ نه چرته خطا شو ، نهٔ ښکاری ۔ شاید چې پهٔ دغه وخت کښې به هغه باطل معبودان دَ دوی نه لرې کړی شوی وی ۔ یا به ېٔ مطلب دا وی چې څهٔ امداد نهٔ شی راکؤلے نو کهٔ دلته شته هم پهٔ نشت حساب دی ۔
ف۱۰۰: اکثرو مفسرینو دَ دې دا مطلب بیان کړے دے چې مونږ چې پهٔ دنیا کښې څوک پهٔ خداییٔ بلل اوس راته پته ولګېده چې هغه هېڅ دَ کار څیزونه نهٔ وو ۔ ګویا کهٔ دا دَ ارمان پهٔ طور دَ خپلې غلطیٔ اقرار کوی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې مشرکان به اول انکار وکړی چې مونږ خو شرک نهٔ دے کړے خو دې وخت کښې به ېٔ دَ هیبته دَ خلې نه وخیژی ”ضَلُّوْا عَنَّا“ (زمونږ نه خطا شو) نو پهٔ دې کښې یو قسم اقرار دے ۔ خو بیا چې ېٔ فکر شی چې دا خو مو دَ شرک اقرار وکړو نو بیا به ژر ووائی چې مونږ خو بل څوک پهٔ خداییٔ نهٔ دی بللی ۔
ف۱۰۱: یعنی څنګه چې دلته پهٔ انکار کؤلو کښې خطا شو دَ ویرې ېٔ اقرار وکړو ۔ دغه شان ګډ وډ حال ېٔ پهٔ دنیا کښې هم وهٔ ۔
ذٰلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ بِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُوْنَۚ۷۵
ترجمه: دا بدله ده دَ هغې چې تاسو به کبر کؤلو پهٔ زمکه ناحقه اؤ دَ دې چې نېغ نېغ کېدیٔ ۔ ف۱۰۲
ف۱۰۲: یعنی ومو لیدهٔ چې دَ ناحقه کبر اؤ غرور انجام څهٔ دے ۔ اوس مو هغه ایغ نیغ کېدل څهٔ شو ۔
اُدْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ۚ فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ۷۶
ترجمه: ننوځیٔ دَ دوزخ پهٔ دروازو ف۱۰۳ همېشه به وسیٔ پهٔ دې کښې ، نو څومره ناکاره دېره ده دَ کبرژنو ۔
ف۱۰۳: یعنی هر قسم مجرم دَ خپل جرم مناسب مقرر شوے دروازه باندې ننوځی ۔
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ١ۚ فَاِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ۷۷
ترجمه: نو تهٔ صبر کوه بېشکه دَ الله وعده حقه ده ، بیا کهٔ مونږ تا ته وښیٔو څهٔ حصه دَ هغې وعدو چې مونږ ېٔ دَ دوی سره کوؤ یا تا وفات کړو بهرحال ، هم زمونږ طرف ته به راګرځی ۔ ف۱۰۴
ف۱۰۴: یعنی الله تعالیٰ چې دَ کافرو سره دَ عذاب کومه وعده کړے ده هغه به ضرور پوره کیږی ۔ اؤ ممکنه ده چې ځنې وعدې ستاسو پهٔ ژوند کښې پوره شی (لکه دَ بدر اؤ فتحې مکّې وغېره) اؤ ځنې ستاسو دَ مرګ نه پس ، لېکن پوره کیږی به ضرور ۔ دَ ټولو انجام زما پهٔ لاس کښې دے خلاصېدے نهٔ شیٔ ۔ دَ عذاب تکمیل به دَ دې ژوند نه پس پهٔ هغه ژوند کښې وی خلاصے ېٔ پهٔ هېڅ شان نشته ۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَّنْ قَصَصْنَا عَلَیْكَ وَ مِنْهُمْ مَّنْ لَّمْ نَقْصُصْ عَلَیْكَ١ؕ وَ مَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ١ۚ فَاِذَا جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَ خَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُوْنَ۠۷۸
ترجمه: اؤ مونږ راستؤلی دی ډېر رسولان له تا نه مخکښې ځنی پکښې هغه دی چې دَ هغوی حال مونږ تا ته اورؤلے دے اؤ ځنی داسې دی چې نهٔ مو دے اورؤلے ف۱۰۵ اؤ دَ هېڅ یو رسول دا طاقت نهٔ وهٔ چې څرګنده کړے ېٔ وې څهٔ نښانه بې دَ الله دَ حکم نه ف۱۰۶ بیا کله چې راغلو دَ الله حکم فیصله ېٔ وکړه پهٔ انصاف سره اؤ تاوانی شو دغلته دروغژن ۔ ف۱۰۷
ف۱۰۵: یعنی دَ ځنو رسولانو پوره قصې تا ته بیان شوی دی اؤ دَ ځنو نهٔ دی بیان شوی (اؤ کېدے شی چې دَ دې آیت دَ نازلېدو نه پس دَ ځنو نورو حالات هم بیان شوی وی) بهرحال دَ چا حالات چې معلوم دی پهٔ هغو تفصیلًا اؤ دَ چا چې نهٔ دی معلوم پهٔ هغو اجمالًا ایمان راؤړل ضروری دی ۔
ف۱۰۶: یعنی دَ الله پهٔ مخکښې ټول عاجزه دی ۔ رسولﷺ ته هم دا اختیار نشته چې پهٔ خپله خوښه یوه معجزه ښکاره کړی ۔ رسولﷺ صرف هغه معجزې ښودلے شی دَ کومو چې ورته دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه اجازت وشی ۔
ف۱۰۷: یعنی کوم وخت چې دَ الله حکم وشی دَ رسول اؤ دَ هغهٔ دَ قوم ترمینځه پهٔ انصاف واضحه فیصله وشی ۔ پهٔ هغه وخت رسول کامیاب شی اؤ باطل ناکام اؤ تباه شی ۔
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَنْعَامَ لِتَرْكَبُوْا مِنْهَا وَ مِنْهَا تَاْكُلُوْنَ٘۷۹
ترجمه: الله هغه دے چې پیدا ېٔ کړل تاسو دپاره څاروی چې تاسو سورلی کویٔ پهٔ ځنو اؤ ځنی خوریٔ ،
وَ لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَ لِتَبْلُغُوْا عَلَیْهَا حَاجَةً فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَ عَلَیْهَا وَ عَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَؕ۸۰
ترجمه: اؤ ستاسو دپاره پهٔ دې څارویو کښې ډېرې فائدې دی ف۱۰۸ اؤ چې تاسو ورسیٔ پهٔ دوی سوارهٔ هغه کار ته چې ستاسو پهٔ زړهٔ کښې دے ف۱۰۹ اؤ پهٔ دې څارویو اؤ کشتیو باندې تاسو سامان بار کویٔ ۔ ف۱۱۰
ف۱۰۸: لکه دَ څارویو اؤ دَ څرمنې ، ویښتو اؤ وړیٔ نه ډېر کارونه اخستے شی ۔
ف۱۰۹: سورلی پهٔ خپله یو غټ نعمت دے دَ دې پهٔ ذریعه بنیادم ډېر دینی اؤ دنیاوی کارونه تر سره کؤلے شی ۔
ف۱۱۰: یعنی پهٔ خشکه دَ څارویو پهٔ شا اؤ پهٔ دریاب کښې پهٔ کشتیو باندې سامانونه بار کویٔ اؤ لرې لرې ېٔ رسویٔ ۔
وَ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ١ۖۗ فَاَیَّ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُنْكِرُوْنَ۸۱
ترجمه: اؤ الله ښئی تاسو ته خپلې نښانې نو دَ الله دَ کومو کومو نخښانو نه به تاسو انکار کویٔ ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی دَ قدرت دَ دومره واضحو نخښو لیدو نه پس به بنیادم تر کومې انکار کوی ۔ (اؤ څهٔ پته لګی چې مخکښې به راته نورې څومره نمونې ښئی)
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْهُمْ وَ اَشَدَّ قُوَّةً وَّ اٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۸۲
ترجمه: آیا دوی نهٔ دی ګرځېدلی پهٔ وطن کښې چې لیدلې ېٔ وې چې څهٔ انجام شو دَ دوی نه دَ وړاندې قومونو ، هغوی وو دَ دوی نه زیات اؤ ډېر مضبوط پهٔ طاقت کښې اؤ پهٔ نخښانو کښې چې پریٔښی ېٔ دی پهٔ ملک کښې بیا هېڅ فائده ور نهٔ کړه هغوی ته څهٔ چې هغوی ګټل ۔ ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی تاسو نه مخکښې ډېر قومونه تېر شوی دی چې پهٔ شمار ، زور قوت کښې له تاسو نه ډېر زیات وو ۔ اؤ پهٔ ملک کښې ېٔ ډېر پاخهٔ یادګارونه پریٔښی دی خو چې دَ الله عذاب پرې راغلو نو شمار اؤ زور طاقت اؤ سازو سامان ېٔ هېڅ پکار رانهٔ غلهٔ ۔ داسې تباه شول چې نوم نشان ېٔ پاتې نهٔ شو ۔
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرِحُوْا بِمَا عِنْدَهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ وَ حَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۸۳
ترجمه: هر کله چې ورسېدل هغوی ته دَ هغوی رسولان دَ څرګندو نخښانو سره ، غرور ېٔ وکړو پهٔ هغه علم (اؤ طاقت) چې دَ هغوی سره وهٔ اؤ ور واؤړېدو پهٔ هغوی هغه شے چې هغوی به ورپورې مسخرې کؤلے ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۳: یعنی دَ ژوند ذریعې اؤ دَ دنیا دَ ترقیٔ کوم علم اؤ سامان چې دَ هغوی سره وهٔ پهٔ هغې ېٔ غرور کؤلو پهٔ خپلو غلطو عقیدو ولاړ وو اؤ دَ رسولانو خبرو ته به ېٔ سپک کتل ۔ آخر یو وخت راغلو چې دَ خپلو مسخرو حقیقت ورته معلوم شو اؤ خپلې خنداګانې ورباندې اپوټه شوې ۔
فَلَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗ وَ كَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهٖ مُشْرِكِیْنَ۸۴
ترجمه: بیا کله چې ېٔ ولیدو زمونږ عذاب وې وئیل مونږ یقین وکړو پهٔ یو الله اؤ پرې مو ښؤل هغه څیزونه چې ورسره مو شریک ګڼل ۔ ف۱۱۴
ف۱۱۴: یعنی کله چې ېٔ عذاب پهٔ سترګو ولیدو نو هوش ېٔ راغلو اؤ دَ ایمان راؤړو اؤ توبې ویستو نیت ېٔ وکړو ۔ اوس ورته پته ولګېده چې دَ یو الله نه علاوه نور ټول کمزوری اؤ بې کاره دی ۔ دا خو زمونږ سخته غلطی وه چې داسې بیکاره څیزونه مو دَ خداییٔ پهٔ تخت کښېښنؤلی وو ۔
فَلَمْ یَكُ یَنْفَعُهُمْ اِیْمَانُهُمْ لَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا١ؕ سُنَّتَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ فِیْ عِبَادِهٖ١ۚ وَ خَسِرَ هُنَالِكَ الْكٰفِرُوْنَ۠۸۵
ترجمه: بیا نهٔ وه چې پکار ېٔ راغلے وې دغه ایمان کله چې ېٔ زمونږ عذاب ولیدو ف۱۱۵ دا طریقه ده دَ الله چې پخوا راسې راځی دَ هغهٔ پهٔ بندیانو کښې اؤ خراب شول دغلته کافران ۔ ف۱۱۶
ف۱۱۵: یعنی اوس دَ پښېمانه کېدو اؤ توبې ویستو هېڅ فائده نشته ۔ دَ توبې وخت تېر دے ۔ دَ عذاب لیدو نه پس خو دَ هر چا یقین وشی خو دا یقین بې فائدې دے ۔ پهٔ دې دَ عذاب نه نهٔ شی بچ کېدے (یقین هغه دے چې پهٔ نالیدو وشی) لکه بل ځائې فرمائی : وَ لَیْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ١ۚ حَتّٰۤی اِذَا حَضَرَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ اِنِّیْ تُبْتُ الْـٰٔنَ وَ لَا الَّذِیْنَ یَمُوْتُوْنَ وَ هُمْ كُفَّارٌ (سورتِ النساء ، رکوع ۳) اؤ لکه بل ځائې دَ فرعون پهٔ قصه کښې فرمائی ”آٰلْئٰنَ وَ قَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ وَ کُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ“ اؤ پهٔ حدیث کښې دی ۔ اللہ تعالیٰ دَ بنده توبه قبلوی تر څو چې ېٔ ځنکدن نهٔ وی ۔ اِنَّ اللهَ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ الْعَبْدِ مَالَمْ یُغَرْغِرْ ۔
ف۱۱۶: یعنی پخوا راسې هم دغسې کیږی چې خلق اول انکار کوی اؤ مسخرې کوی خو چې عذاب ووینی نو بیا معافیٔ غواړی اؤ دَ غلطیٔ اقرار کوی لېکن دَ الله تعالیٰ طریقه هم دغه راغلے ده چې پهٔ داسې وخت کښې توبه نهٔ قبلوی ۔ آخر مجرمان دَ خپل جرم پهٔ بدله کښې تباه و برباد شی ۔ (یا الله تهٔ مونږ وساتې)۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَة السَّجْدَة مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اَرْبَعٌ وَّ خَمْسُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍ
ترجمه: سورتِ حٰمٓ سجده مکّه کښې نازل شوے اؤ دې کښې څلور پنځوس(۵۴) آیتونه اؤ شپږ رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
حٰمٓۚ۱
ترجمه: حا ۔ میم ۔
تَنْزِیْلٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِۚ۲
ترجمه: نازل شوے دے دَ بې حده مهربان ډېر رحم کؤنکی دَ طرف نه ف۱
ف۱: یعنی دا دَ الله تعالیٰ پهٔ بندیانو غټه مهربانی اؤ لوئے فضل دے چې دَ هدایت دپاره ېٔ ورته داسې عظیم الشان اؤ بې مثاله کتاب را واستؤلو ۔
كِتٰبٌ فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَۙ۳
ترجمه: یو کتاب دے چې جُدا جُدا کړی دی دَ دې آیتونه ف۲ قرآن پهٔ عربیٔ ژبه دَ پوهه خلقو دپاره ف۳
ف۲: لفظی طور جُدا جُدا کېدل خو ېٔ څرګند دی لېکن دَ معنٰی پهٔ لحاظ هم پهٔ سوونو علمونه اؤ مختلف مضامین پهٔ جُدا جُدا آیتونو کښې بیان شوی دی ۔
ف۳: یعنی قرآن پهٔ صفا واضحه عربیٔ ژبه کښې نازل شوے دے کومه چې دَ دې دَ وړومبنی مخاطبو مورنیٔ ژبه ده چې پهٔ پوهېدو کښې ورته څهٔ تکلیف نهٔ وی ۔ خپله پرې ځان پوهه کړی اؤ بیا ېٔ نورو خلقو ته وښئی ۔ لېکن سره دَ دې هم فائده ترېنه صرف هغه کسان اخستے شی ۔ څوک چې سمجهدار وی اؤ دَ پوهېدو کوشش کوی ۔ ناپوهه جاهل چې پهٔ قدر ېٔ نهٔ پوهیږی ترېنه هېڅ فائده نهٔ شی اخستے ۔
بَشِیْرًا وَّ نَذِیْرًا١ۚ فَاَعْرَضَ اَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ۴
ترجمه: زیرے ورکؤنکے اؤ ویره وونکے ف۴ نو مخ ترې واړؤلو ډېرو خلقو نو هغوی ېٔ نهٔ اوری ۔ ف۵
ف۴: یعنی قرآن خپلو منونکیو ته دَ جنّت خوشخبری ورکوی اؤ نکار کؤنکی دَ عذاب نه ویروی ۔
ف۵: یعنی سره دَ دې هم دَ حیرانتیا خبره ده چې ډېر خلق دَ دې کتاب قیمتی نصیحتونو ته غوږ نهٔ ږدی اؤ غور پرې نهٔ کوی ۔ اؤ چې غور پرې نهٔ کوی نو اوری به ېٔ ولې؟ اؤ کهٔ واېٔ وری هم خو چې دَ زړهٔ پهٔ غوږو ېٔ وانهٔ وری اؤ دَ نصیحت قبلؤلو توفیق ېٔ ونهٔ شی نو دا اورېدل پهٔ نهٔ اورېدو حساب دی ۔
وَ قَالُوْا قُلُوْبُنَا فِیْۤ اَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُوْنَاۤ اِلَیْهِ وَ فِیْۤ اٰذَانِنَا وَقْرٌ وَّ مِنْۢ بَیْنِنَا وَ بَیْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ اِنَّنَا عٰمِلُوْنَ۵
ترجمه: اؤ وائی زمونږ زړونه پهٔ غلافونو کښې دی دَ دې خبرې نه کومې ته چې مو تهٔ راغواړې اؤ زمونږ پهٔ غوږونو کښې دروندوالې دے اؤ زمونږ اؤ ستاسو ترمینځه پرده ده نو تهٔ خپل کار کوه مونږ خپل کار کوؤ ۔ ف۶
ف۶: یعنی تش دومره قدرې نهٔ ده چې نصیحت ته غوږ نهٔ ږدی بلکې داسې خبرې کوی چې نصیحت کؤنکے ترې نا امیده اؤ داسې مایوس شی چې بیا ېٔ ورته نصیحت کؤل زړهٔ نهٔ غواړی لکه دا وائی چې زمونږ زړونه ستا دَ خبرو نه پهٔ پړدو کښې نغښتی دی ستا خبرې پرې هېڅ اثر نهٔ شی کؤلے اؤ زمونږ پهٔ غوږونو کښې دروندوالې دے ۔ چغه اورو اؤ پهٔ قلار خبره نهٔ اورو نو ستا خبرې زمونږ تر غوږو نهٔ را رسی ۔ اؤ زمونږ اؤ ستا ترمینځه دَ دښمنیٔ داسې غټه پړده ده چې دواړه یو بل ته نژدے کېدے نهٔ شو ۔ کهٔ دا دښمنی لرې شوه اؤ مونږ یو بل ته نژدے شو نو شاید چې ستا خبره واؤرو خو دا ناممکنه ده نو هسې ځان ولې کړوې ۔ مونږ پهٔ خپل حال پرېږده اؤ تهٔ خپل کار کوه ۔ دا طمع مهٔ کوه چې مونږ به چرې ستا خبره ومنو زمونږ نه بې غمه شه ۔
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَاسْتَقِیْمُوْۤا اِلَیْهِ وَ اسْتَغْفِرُوْهُ١ؕ وَ وَیْلٌ لِّلْمُشْرِكِیْنَۙ۶
ترجمه: تهٔ ووایه زهٔ هم بنیادم یم ستاسو په شان ، ما ته حکم راځی چې پهٔ تاسو بندګی دَ یو حاکم ده ، نو سم شیٔ دَ هغهٔ پهٔ طرف اؤ دَ هغهٔ نه دَ ګناهونو معافی وغواړیٔ ف۷ اؤ تباهی ده شریک جوړؤنکیو ته ۔
ف۷: یعنی زهٔ نهٔ خدائې یم چې ستاسو زړونه بدل کړم ، نهٔ فرښته یم دَ کوم چې تاسو فرمائش کویٔ اؤ نهٔ څهٔ بل شان مخلوق یم هم ستاسو پهٔ شان بنیادم یم نو زما پهٔ خبرو تاسو ښهٔ پوهېدے شیٔ ځکه چې یو شان یو ، ستاسو پهٔ شان بنده یم خو هغه بنده یم چې الله تعالیٰ دَ خپلې کاملې وحې دپاره خوښ کړے یم اؤ دغه دَ الله پیغام تاسو ته اورؤم ۔ تاسو کهٔ هر څومره مخ اړویٔ اؤ دَ نا امیدیٔ خبرې کویٔ خو زهٔ چې خپل رب دَ کوم کار دپاره راستؤلے یم هغه به کؤم تاسو ېٔ منیٔ کهٔ نه زهٔ به درته دَ الله کلام اورؤم ۔ ما ته دَ وحې پهٔ ذریعه خپل رب حکم کړے دے چې ستاسو دَ ټولو معبود اؤ حقیقی بادشاه یو دے ۔ دَ عبادت لائق یواځې هغه دے بل دَ هېچا عبادت نشته نو تاسو ټولو ته پکار دی چې هم هغه خپل حقیقی بادشاه ته مخ کړیٔ اؤ هم دَ هغهٔ طرف ته پهٔ نیغه لار روان شیٔ ، یوه ذره اخوا دېخوا نهٔ شیٔ ۔ کهٔ وړومبے درنه څهٔ غلطی شوے وی دَ خپل رب نه دَ هغې معافی وغواړیٔ هغه ډېر بخښونکے مهربان دے ۔ زړې غلطیٔ به درته معاف کړی ۔
الَّذِیْنَ لَا یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ هُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ۷
ترجمه: هغه (مشرکان) چې نهٔ ورکوی زکوٰة اؤ دوی دَ آخرت نه منکر دی ۔ ف۸
ف۸: دَ کومو کسانو معامله چې دَ الله سره دا ده چې یو کمزورے غریب مخلوق دَ هغهٔ سره پهٔ خداییٔ کښې شریکوی اؤ دَ بندیانو سره ېٔ معامله دا ده چې دَ زکوٰة اؤ خیرات پیسه هم غریب محتاج ته نهٔ ورکوی اؤ دَ خپل انجام نه غافله دی ځکه چې دَ مرګ نه پس ژوند اؤ حساب کتاب نه منکر دی نو دَ داسې کسانو انجام دَ تباهیٔ نه بغیر نور څهٔ کېدے شی ۔
تنبیه: ځنو مشرانو مفسرانو دلته دَ زکوٰة نه کلمه طیّبه مراد کړے ده ، اؤ ځنو زکوٰة دَ صفاییٔ اؤ پاکیٔ پهٔ معنٰی اخستې دے یعنی نفس دَ خرابو عقیدو نه نهٔ پاکؤل ۔ پهٔ دې کښې دَ کلمه طیّبه پرېښول اؤ زکوٰة نهٔ ورکؤل هر څهٔ راغلهٔ ۔ لکه بل ځائې چې ارشاد دے ۔ قَدْ اَفْلَحَ مَنْ تَزَکّٰی (چا چې ځان دَ خرابو عقیدو نه پاک کړو هغه کامیاب شو) اؤ یا لکه قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَکّٰهَا ۔ وَحَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَ زَکوٰةً ۔ وغېره ۔
شاید چې دا معنٰی ځکه اخستے شوے ده چې کافر دَ فروعو مخاطب نهٔ دی یا ځکه چې دا آیت مکّی دے اؤ دَ زکوٰة تفصیل پهٔ مدینه منوره کښې معلوم شوے دے ۔ والله اعلم ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ۠۸
ترجمه: البته چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل دَ هغوی دپاره نهٔ ختمېدونکے ثواب دے ۔ ف۹
ف۹: یعنی هېچرې به نهٔ ختمیږی ۔ تر ابده به جاری وی ۔ جنّت ته رسېدو نه پس نهٔ دَ جنّتیانو دَ ژوند ختمېدل شته اؤ نهٔ دَ ثواب ۔
قُلْ اَىِٕنَّكُمْ لَتَكْفُرُوْنَ بِالَّذِیْ خَلَقَ الْاَرْضَ فِیْ یَوْمَیْنِ وَ تَجْعَلُوْنَ لَهٗۤ اَنْدَادًا١ؕ ذٰلِكَ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَۚ۹
ترجمه: تهٔ ووایه آیا تاسو منکر ییٔ دَ هغه ذات نه چا چې پیدا کړه زمکه پهٔ دوؤ ورځو کښې اؤ برابرویٔ دَ هغهٔ سره نور ، هم هغه دے رب دَ ټول جهان ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی دا څومره عجیبه خبره ده چې تاسو دَ ربّ العالمین دَ وحدانیت نه انکار کویٔ اؤ دَ داسې عظیم قدرت مالک سره داسې کمزوری څیزونه پهٔ خداییٔ کښې شریکویٔ چې یوه ذره طاقت اؤ اختیار نهٔ لری ۔
وَ جَعَلَ فِیْهَا رَوَاسِیَ مِنْ فَوْقِهَا وَ بٰرَكَ فِیْهَا وَ قَدَّرَ فِیْهَاۤ اَقْوَاتَهَا فِیْۤ اَرْبَعَةِ اَیَّامٍ١ؕ سَوَآءً لِّلسَّآىِٕلِیْنَ۱۰
ترجمه: اؤ جوړ ېٔ کړل پهٔ دې زمکه کښې درانهٔ غرونه دپاسه دَ دې اؤ برکت ېٔ کښېښو پکښې دننه اؤ مقرر ېٔ کړل پکښې دَ دې خوراکونه ۔ ف۱۱ پهٔ څلورو ورځو کښې ، پوره شوه دَ تپوس کؤنکیو دپاره ۔ ف۱۲
ف۱۱: یعنی قسم قسم رنګونه ، مېوې اؤ فصلونه چې دَ زمکې نه را ووځی اؤ مقرر ېٔ کړل پکښې دَ دې خوراکونه ۔ یعنی پهٔ دې زمکه وسېدونکی مخلوق دپاره ېٔ خوراکونه پهٔ یوه خاصه اندازه اؤ حکمت دَ زمکې دننه کښېښؤل ۔ پهٔ هر وطن اؤ هر ملک کښې ېٔ دَ هغې دَ وسېدونکیو دَ طبیعت مناسب ضروریات اؤ خوراک تیار کړو ۔
ف۱۲: یعنی دا ټول کار پوره څلورو ورځو کښې وشو ۔ دوه ورځو کښې زمکه پیدا شوه اؤ دوؤ ورځو کښې پکښې دا نور انتظام برابر شو ۔ کهٔ څوک درنه تپوس کوی نو دغه ورته ووایه چې پوره څلورو ورځو کښې دا ټول کار شوے دے ، نهٔ څهٔ کم اؤ نهٔ څهٔ زیات ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی یعنی دَ تپوس کؤنکی ځواب پوره شو ۔
تنبیه: ظاهره ده چې دلته دَ ورځو نه دغه عامې ورځې نهٔ دی مراد ځکه چې دَ نمر سپوږمۍ دَ پیدا کېدو نه مخکښې دغه ورځې نهٔ وې نو دَ دغې ورځو اندازه ترې مراد ده اؤ یا ترېنه هغه ورځې مراد دی دَ کومو متعلق چې الله تعالیٰ فرمائی : وَ اِنَّ یَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ کَاَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ (سورتِ حج ، رکوع ۶)
ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ وَ هِیَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَ لِلْاَرْضِ ائْتِیَا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا١ؕ قَالَتَاۤ اَتَیْنَا طَآىِٕعِیْنَ۱۱
ترجمه: بیا متوجه شو آسمان ته اؤ هغه وهٔ لوګے ف۱۳ نو وې وئیل دې آسمان ته اؤ زمکې ته راشیٔ دواړه پهٔ رضا یا پهٔ زور ، هغوی ووې راغلو مونږ پهٔ رضا ۔ ف۱۴
ف۱۳: بیا ېٔ توجه وکړه آسمان ته چې هغه وخت ټول یو وو دَ لوګی پهٔ شان نو هغه ېٔ جُدا جُدا ووهٔ آسمانونه کړل لکه چې مخکښې راځی ۔
تنبیه: ممکنه ده چې پهٔ ”وَ هِیَ دُخَانٌ “ کښې دَ آسمانونو مادې ته اشاره وی (چې اصل ېٔ لوګے وهٔ)
ف۱۴: یعنی اراده ېٔ وکړه چې دَ آسمانونو اؤ زمکې دواړو پهٔ اشتراک دنیا آباده کړی ۔ نو دوی پهٔ رضا یو ځائې کیږی کهٔ پهٔ زور (بهرحال دَ دې دواړو پهٔ یو ځائې کېدو یوه دنیا آبادؤل دی) نو دواړه پهٔ خپل طبیعت یو ځائې شو ۔ دَ آسمان نه دَ نمر شغلې زمکې ته راغلې ۔ زمکه ېٔ ګرمه کړه ۔ بړاس ترې پورته شو اؤ باران وورېدو ۔ دَ زمکې قسم قسم څیزونه را وټوکېدل ۔ مخکښې وئیلی شوی وو ۔ زمکه کښې ېٔ دَ هغې خوراکونه کښېښؤل ۔ یعنی دَ خوراک پیدا کؤلو قابلیت ېٔ پکښې واچؤلو ۔ والله اعلم ۔
فَقَضٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوَاتٍ فِیْ یَوْمَیْنِ وَ اَوْحٰی فِیْ كُلِّ سَمَآءٍ اَمْرَهَا١ؕ وَ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ١ۖۗ وَ حِفْظًا١ؕ ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ۱۲
ترجمه: بیا ېٔ جوړ کړل دا ووهٔ آسمانونه پهٔ دوؤ ورځو کښې ف۱۵ اؤ کوز ېٔ کړو پهٔ هر آسمان کښې دَ هغهٔ حکم ف۱۶ اؤ ښائسته مو جوړ کړو ټولو نه نژدے آسمان پهٔ ډیوؤ ، اؤ محفوظ مو کړو ، دا اندازه ده دَ زبردست خبردار ۔ ف۱۷
ف۱۵: یعنی څلور ورځې هغه وې ، دوه دا شوې ، ټولې شپږ ورځې شوې ۔ لکه چې بل ځائې ”فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ“ وئیلی شوی دی ۔
تنبیه: پهٔ کومو روایتونو کښې چې دَ دنیا دَ پیدائش متعلق تعین راغلے دے چې فلانې شے پهٔ دې ورځ پیدا شو اؤ فلانې پهٔ دې ۔ (علامه عثمانیؒ فرمائی) پهٔ دې روایتونو کښې مې صحیح روایت تر نظره نهٔ دے راغلے ۔ تر دې چې دَ ابو هریرهؓ کوم روایت چې پهٔ صحیح مسلم کښې دے دَ هغې متعلق هم ابن کثیرؒ فرمائی: وَ هُوَمن غَرَائِبُ الصَّحِیْح وَ قَدْ عَلَّلَةُ الْبُخَارِیْ فِی التَّارِیْخ فَقَالَ رَوَاهُ بَعْضُهُمْ عَنْ اَبِیْ هُرَیْرَةَؓ ؓ عَنْ کَعْبِ الْاَحْبَارِ وَ هُوَ الْاَصَحُّ ۔ اؤ روح المعانی دَ قفال شافعیؒ نه روایت کړے دے۔ تَفَرَّدَ بِهِ الْمُسْلِمْ وَ قَدْ تَکَلَّمَ عَلَیْہِ الْحُفَّاظُ عَلِی ابْنِ الْمَدِیْنِیْ وَالْبُخَارِیْ وَ غَیْرَ هُمَا وَ جَعَلُوْهُ مِنْ کَلَامِ کَعْبٍ وَ اِنَّ اَبَا هُرَیْرَةَ اِنَّمَا سَمِعَہٗ مِنْهُ و لٰکِنْ اِشْتَبَهَ عَلٰی بَعْضِ الرُّوَاةِ فَجَعَلَهٗ مَرْفُوْعًا۔
باقی دَ قرآن کریم دَ دې آیت اؤ دَ سورتِ بقره دَ آیت ”ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ“ نه دا معلومیږی چې ووهٔ آسمانونه دَ زمکې دَ پیدا کېدو نه وروستو پیدا شوی دی لکه چې پهٔ سورتِ نازعات کښې دی ۔ ”وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰهَا“ دې نه معلومیږی چې زمکه دَ آسمانونو نه وروستو پیدا شوے ده ۔ دَ دې خبرې ګڼ ځوابوبه ورکړې شوی دی ۔ (علامه عثمانیؒ فرمائی) پهٔ ټولو ځوابونو کښې ما ته دَ ابوحیانؒ دا ځواب ښهٔ ښکاری چې وړومبی آیت کښې ثُمَّ اؤ دویٔم آیت کښې بَعْدَ ذٰلِكَ ضروری نهٔ ده چې دَ تاخیر زمانی دپاره راغلی وی ۔ دَ مرتبې تاخیر ترې هم مراد کېدے شی لکه ثُمَّ کَانَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ تَوَاصَوْ بالصَّبْرِ وَ تَواصَوْا بَالْمَرْحَمَةِ کښې یا لکه عُتُلٍّۭ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ کښې هم دغه تاخیر دَ مرتبې مراد دے ۔ بهرحال قرآن کریم کښې دَ ترتیبِ زمانی څهٔ تعین نشته ۔ البته دَ نعمتونو پهٔ بیان کښې دَ زمکې اؤ دَ قدرت اؤ عظمت پهٔ بیان کښې دَ آسمان ذکر وړومبے شوے دے ۔ دَ تفصیل موقع دلته نشته پوهه خلقو له اشاره کافی ده ۔
ف۱۶: یعنی کوم حکم چې کوم آسمان سره مناسب وهٔ شاه صاحبؒ لیکی ۔ دا یو الله ته معلومه ده چې دلته کوم قسم مخلوق وسیږی اؤ دَ هغوی دپاره دَ وسېدو کومه طریقه مناسب ده ۔ دَ دې وړې غوندې زمکې دپاره پهٔ زرګونو کارخانې دی نو دومره لوئی لوئی آسمانونه به څنګه خالی وی ۔
ف۱۷: یعنی پهٔ ظاهره داسې ښکاری چې دا ټول ستوری هم پهٔ دې آسمان کښې ټومبلی دی ۔ دَ شپې آسمان پهٔ ستوریو څومره ښائسته ښکاری اؤ محفوظ خو دومره دے چې هېڅوک نهٔ شی ور رسېدے ۔ دَ فرښتو زبردستې څوکیٔ لګیدلی دی هېڅوک پهٔ دې انتظام کښې څهٔ خلل نهٔ شی اچؤلے ځکه چې دا نظام یو ډېر زبردست طاقت قائم کړے دے ۔
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَقُلْ اَنْذَرْتُكُمْ صٰعِقَةً مِّثْلَ صٰعِقَةِ عَادٍ وَّ ثَمُوْدَؕ۱۳
ترجمه: بیا کهٔ هغوی مخ واړؤلو نو تهٔ ورته ووایه ما خبر درکړو تاسو ته دَ یو سخت عذاب لکه چې سخت عذاب راغلے وهٔ پهٔ عاد اؤ ثمود ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی دَ مکّې مشرکان کهٔ دَ داسې صفا اؤ واضحو آیتونو اورېدو نه پس هم نصیحت نهٔ قبلوی اؤ دَ توحید اؤ اسلام لارې ته نهٔ را اوړی نو تهٔ ورته ووایه چې ما خبر کړیٔ کهٔ اوس هم نهٔ منیٔ نو ستاسو انجام به هم دَ عاد و ثمود پهٔ شان خراب تراب شی ۔
اِذْ جَآءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْۢ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَ مِنْ خَلْفِهِمْ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ١ؕ قَالُوْا لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً فَاِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ۱۴
ترجمه: کوم وخت چې راغلل هغوی ته رسولان دَ هغوی دَ وړاندې نه اؤ دَ هغوی دَ وروستو نه ف۱۹ چې عبادت مهٔ کویٔ دَ هېچا بې دَ یو الله نه ، هغوی ووې کهٔ الله غوښتے نو راستؤلی به ېٔ وې فرښتې نو مونږ خو ستا راوړی (حکمونه) نهٔ منو ۔ ف۲۰
ف۱۹: دَ وړاندې وروستو نه یعنی دَ هر طرف نه شاید چې ګڼ رسولان ورته راغلی وی خو مشهور پکښې دا دوه وی حضرت هودؑ اؤ حضرت صالحؑ علیهما السّلام ۔ اؤ یا ېٔ مطلب دا دے چې دوی ېٔ دَ تېرې زمانې اؤ دَ راتلونکے زمانې پهٔ ټولو خبرو ښهٔ پوهه کړو ۔ دَ نصیحت اؤ پوهه کؤلو هېڅ اړخ ېٔ خالی پرې نهٔ ښو ۔
ف۲۰: یعنی کهٔ الله واقعی خپل مخلوق ته څهٔ پیغام راستؤلو نو دَ بنیادم پهٔ خلهٔ به ېٔ ولې راستؤلو ۔ یوه فرښته به ېٔ راستؤلے وه نو زمونږ به پرې یقین راغلے وهٔ ۔ بهرحال تهٔ چې کومو خبرو ته دَ الله پیغام وائې پهٔ دې زمونږ یقین نشته ، نهٔ ېٔ منو ۔
فَاَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ قَالُوْا مَنْ اَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً١ؕ اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَهُمْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً١ؕ وَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ۱۵
ترجمه: نو قومِ عاد خو لوئی وکړه پهٔ ملک کښې ناحقه اؤ وې وئیل څوک دے چې زیات دے زمونږ نه پهٔ زور کښې ۔ ف۲۱ آیا دوی نهٔ ګوری چې کوم الله دوی پیدا کړی دی زیات دے دَ دوی نه پهٔ زور کښې ، اؤ وو دوی زمونږ دَ نخښانو نه منکر ۔ ف۲۲
ف۲۱: شاید چې رسولانو دَ الله عذاب نه ویرؤل نو دَ دې پهٔ ځواب کښې ورته هغوی ووې ، مونږ ډېر مضبوط اؤ طاقتور یو ۔ زمونږ نه زیات طاقتور څوک دے چې پهٔ مونږ به عذاب راولی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ دَ دوی جسمانی طاقت ډېر زیات وهٔ ۔ ډېر مضبوط اؤ قوی بدنونه ېٔ وو نو خپل زور ته غاوره وو اؤ غرور دَ الله خوښ نهٔ دے ۔(دَ کبر پهٔ وجه تباه شو)
ف۲۲: یعنی پهٔ زړهٔ کښې پوهېدل چې دا رسولﷺ رښتیا وائی خو دَ کبر اؤ عناد پهٔ وجه ېٔ ترې انکار کؤلو ۔
فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْۤ اَیَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِیْقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ؕ وَ لَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَخْزٰی وَ هُمْ لَا یُنْصَرُوْنَ۱۶
ترجمه: بیا را واستؤله مونږ پهٔ هغوی سیلۍ ډېره تېزه څو ورځې چې دَ مصیبت ورځې وې چې خوند وښیو مونږ دوی ته دَ رسوا کؤنکی عذاب دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ف۲۳ اؤ دَ آخرت عذاب خو ډېر رسوا کؤنکے دے اؤ دَ دوی هېڅ امداد نهٔ شی کېدے ۔ ف۲۴
ف۲۳: شاه صاحب لیکی دَ دوی دَ ډېر کبر پهٔ وجه ېٔ پهٔ یو ډېر نرم اؤ کمزوری څیز تباه کړل ، ووهٔ ورځې اؤ اتهٔ شپې پهٔ مخه سیلۍ چلېده ۔ ونې ، بوټی ، څاروی ، آبادی هېڅ شے روغ پاتې نهٔ شو ، هر څهٔ تباه شو ۔
ف۲۴: یعنی دا خو ېٔ دَ دنیا حال شو اؤ دَ آخرت عذاب به ېٔ دَ دې نه هم سخت وی اؤ هېڅوک به ېٔ ترې نهٔ شی بچ کؤلے ۔ هلته به هر چا سره دَ خپل ځان غم وی ۔ هېڅوک به دَ بل مدد نهٔ شی کؤلے ۔
وَ اَمَّا ثَمُوْدُ فَهَدَیْنٰهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمٰی عَلَی الْهُدٰی فَاَخَذَتْهُمْ صٰعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُوْنِ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَۚ۱۷
ترجمه: اؤ کوم چې قومِ ثمود وو نو مونږ هغوی ته سمه لار وښودله خو هغوی غوره کړو ړوندوالې پهٔ هدایت ف۲۵ بیا راګېر کړل هغوی یو کړس دَ ذلیل کؤنکی عذاب پهٔ بدل دَ هغې ګټه کښې چې دوی کؤله ۔ ف۲۶
ف۲۵: یعنی پېغمبر چې ورته دَ کامیابیٔ کومه لار ښودله دَ هغې نه دوی سترګې پټې کړې اؤ دَ تباهیٔ لار ېٔ خوښه کړه نو الله تعالیٰ هم پهٔ خپل خوښ کړی حال هم دغسې پرېښول ۔
ف۲۶: یعنی یوه زلزله پرې راغله چې پکښې یو هیبت ناک آواز وهٔ ، دَ دغې آواز هیبت ټول ختم کړل ۔
وَ نَجَّیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ كَانُوْا یَتَّقُوْنَ۠۱۸
ترجمه: اؤ بچ کړل مونږ هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے وهٔ اؤ وو پرهېزګار ۔ ف۲۷
ف۲۷: یعنی چا چې ایمان راؤړو اؤ دَ ناکاره کارونو نه ېٔ ځان بچ ساتلو هغه الله تعالیٰ دَ عذاب نه صفا بچ کړل ۔
وَ یَوْمَ یُحْشَرُ اَعْدَآءُ اللّٰهِ اِلَی النَّارِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ۱۹
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به راغونډیږی دَ الله دښمنان دوزخ ته نو دوی به ډلې ډلې کړې شی ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی دَ هر قسم مجرمانو به بیلې بیلې ډلې وی اؤ دا ټول به دَ جهنّم پهٔ دروازه دَ نورو را رسېدو ته پهٔ انتظار ولاړ وی ۔
حَتّٰۤی اِذَا مَا جَآءُوْهَا شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ وَ اَبْصَارُهُمْ وَ جُلُوْدُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۲۰
ترجمه: تر دې چې کله ور ورسی دوزخ ته ګواهی به ورکړی پهٔ دوی خپل غوږونه اؤ خپلې سترګې اؤ خپلې څرمنې کوم کارونه چې دوی کؤل ۔ ف۲۹
ف۲۹: پهٔ دنیا کښې ېٔ پهٔ غوږو دَ الله آیتونه اورېدل اؤ پهٔ سترګو ېٔ دَ قدرت نمونې لیدې خو سوچ ېٔ پرې نهٔ کؤلو اؤ یقین ېٔ نهٔ راتلو ، دَ هرې خبرې نه ېٔ انکار کؤلو اؤ دَ هر حکم ېٔ نافرمانی کؤله ۔ دَ دې نه نهٔ وو خبر چې دَ دې هرې خبرې ریکارډ زمونږ پهٔ خپل بدن کښې محفوظ ساتلے شی اؤ پهٔ خپل وخت به سپړدې شی ۔ حدیث دے چې دَ محشر پهٔ ورځ به کافران دَ خپلو ګناهونو نه انکار وکړی (چې مونږ خو داسې کار نهٔ دے کړے) نو دَ هغوی دَ خپلو اندامونو ګواهی به پیش شی ، کوم اندام چې کومه ګناه کړے وی صفا صفا حال به ووائی ۔ نو کافران به سخت حیران شی اؤ خپلو اندامونو ته به وائی ۔ ظالمانو تباه شیٔ مونږ خو هم ستاسو دَ بچ کؤلو دپاره کوشش کؤلو ، تاسو خپله پهٔ خپل ځان ګواهی ورکړه ۔ (اوس به تکلیف هم تاسو ته وی)
وَ قَالُوْا لِجُلُوْدِهِمْ لِمَ شَهِدْتُّمْ عَلَیْنَا١ؕ قَالُوْۤا اَنْطَقَنَا اللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْطَقَ كُلَّ شَیْءٍ وَّ هُوَ خَلَقَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۲۱
ترجمه: اؤ دوی به وائی خپلو څرمنو ته تاسو ولې ګواهی وکړه په مونږ ف۳۰ (څرمنې) به ورته ووائی مونږ ګویا کړو هغه الله چې ګویا کړے ېٔ دے هر شے ۔ ف۳۱ اؤ هم هغهٔ جوړ کړی ییٔ اول ځل اؤ هم هغهٔ ته به راګرځیٔ ۔ ف۳۲
ف۳۰: یعنی چې ژبې انکار کؤلو نو پهٔ تاسو څهٔ سخته وه چې خامخا مو بیان شروع کړو ، آخر تاسو ته دا خبرې چا وښودلې؟ (دنیا کښې خو مو خبرې نهٔ شوې کؤلے)۔
ف۳۱: یعنی کوم ذات چې هر خبرې کؤنکی شی ته دَ خبرو کؤلو طاقت ورکړے دے هغهٔ نن مونږ ته هم دا طاقت راکړو ۔ حال به مو نهٔ وې نو څهٔ به مو کؤل؟ کله چې قادرِ مطلق دَ وی کار حکم وکړی نو انکار ترې څوک کؤلے شی ۔ چا چې ژبې ته دَ خبرو کؤلو طاقت ورکړے دے هغه ېٔ نورو اندامونو ته هم ورکؤلے شی ۔
ف۳۲: دا جمله کېدے شی چې دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه وی اؤ کېدے شی چې اندامونو وئیلی وی ۔ دواړه احتماله پکښې شته ۔
وَ مَا كُنْتُمْ تَسْتَتِرُوْنَ اَنْ یَّشْهَدَ عَلَیْكُمْ سَمْعُكُمْ وَ لَاۤ اَبْصَارُكُمْ وَ لَا جُلُوْدُكُمْ وَ لٰكِنْ ظَنَنْتُمْ اَنَّ اللّٰهَ لَا یَعْلَمُ كَثِیْرًا مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ۲۲
ترجمه: اؤ تاسو پرده نهٔ کؤله دَ دې خبرې نه چې ګواهی به وکړی پهٔ تاسو خپل غوږونه اؤ نهٔ خپلې سترګې اؤ نهٔ خپلې څرمنې ف۳۳ لېکن ستاسو دا خیال وهٔ چې الله ته نهٔ دی معلوم ډېر هغه کارونه چې تاسو ېٔ کویٔ ۔ ف۳۴
ف۳۳: یعنی دَ نورو خلقو نه خو ېٔ پټ ګناهونه کؤل دا خیال ېٔ نهٔ وهٔ چې دا خپل اندامونه به راباندې ګواهی کوی دوی نه هم پرده پکار ده ۔ اؤ کهٔ خیال ېٔ وې هم نو دَ خپلو اندمونو نه به ېٔ پرده څنګه کؤله ۔ ممکنه نهٔ وه ۔
ف۳۴: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ کامل علم ستاسو یقین نهٔ وهٔ اؤ دا مو خیال وهٔ چې څوک زمونږ څوکۍ ته ناست دے چې الله ته به حال ووائی ، هغه زمونږ دَ پټو کارونو نه څهٔ خبریږی؟ کهٔ دا یقین مو وې چې الله دَ هر پټ اؤ څرګند کار نه خبر دے اؤ هلته زمونږ دَ ټولو عملونو مثل تیار پروت دے نو هېچرې به مو ګناهونه نهٔ وو کړی ۔
وَ ذٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِیْ ظَنَنْتُمْ بِرَبِّكُمْ اَرْدٰىكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ۲۳
ترجمه: دا ستاسو هغه خیال دے چې تاسو ساتلو دَ خپل رب پهٔ حق کښې هم دے (خیال) تاسو تباه کړیٔ نو نن راغلیٔ پهٔ تاوان کښې،
فَاِنْ یَّصْبِرُوْا فَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ١ۚ وَ اِنْ یَّسْتَعْتِبُوْا فَمَا هُمْ مِّنَ الْمُعْتَبِیْنَ۲۴
ترجمه: بیا کهٔ دوی صبر کوی نو اور دَ دوی کور دے ، اؤ کهٔ دوی ډېر منت زاری کوی (اؤ توبې وباسی) خو قبلېدونکی نهٔ دی ۔ ف۳۵
ف۳۵: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ پهٔ دنیا کښې ځنې تکلیف پهٔ صبر اسانیږی اؤ ځنې پهٔ منت زارو دفع کیږی ۔ خو دلته کهٔ دوی صبر کوی اؤ کهٔ چغې وهی هم دغه اور ېٔ ځائې دے ، خلاصې ېٔ نشته اؤ نهٔ ېٔ منت زاری قبلیږی ۔
وَ قَیَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَیَّنُوْا لَهُمْ مَّا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ وَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ١ۚ اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ۠۲۵
ترجمه: اؤ مقرر کړل مونږ دوی دپاره ورسره تلونکی نو هغوی ښائسته ښکاره کړل دوی ته چې ورته مخامخ دی اؤ څهٔ چې ترېنه شاته دی ۔ ف۳۶ اؤ ثابته شوه پهٔ دوی دَ عذاب خبره دَ هغه قومونو سره چې تېر شوی دی دَ دوی نه مخکښې پهٔ پېریانو اؤ بندیانو کښې ف۳۷ بېشکه دوی وو تاوانیان ۔ ف۳۸
ف۳۶: یعنی دوی سره شیطانان لګېدلی وو چې هر ناکاره کار به ېٔ ورته ښائسته کؤلو اؤ دَ ښهٔ کار نه به ېٔ منع کؤل ۔ دغه دَ شیطانانو مقرر کېدل هم دَ دوی دَ نصیحت نه دَ انکار کؤلو نتیجه وه لکه بل ځائې چې فرمائی :
وَ مَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِکْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطَانًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۔ (سورتِ زخرف ، رکوع ۴)
ف۳۷: یعنی هم هغه خبره کومه چې اول شیطان ته شوے وه ۔
لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۔ (سورتِ هود ، رکوع ۱۰)
ف۳۸: بنیادم ته چې نقصان رسی نو دغه شان اسباب ورته برابر شی ۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَسْمَعُوْا لِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَ الْغَوْا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُوْنَ۲۶
ترجمه: اؤ ووې کافرانو غوږ مهٔ ږدیٔ دې قرآن ته اؤ شور کویٔ دَ دې دَ لوستو پهٔ وخت کښې شاید چې تاسو غالب شیٔ ۔ ف۳۹
ف۳۹: دَ قرآن اثر دَ خلقو پهٔ زړونو داسې کېدو ، چې چا به واؤرېدو هغه به پرې فدا شو ، بیا به ېٔ ترې انکار نهٔ شو کؤلے نو کافرانو ورته دا طریقه را وویسته چې کله چې پېغمبرﷺ دَ قرآن آیتونه اوروی نو تاسو داسې شور غوبل جوړ کړیٔ چې دا آواز پکښې دَ چا غوږ ته نهٔ رسی ، پهٔ دې طریقه به خلق دَ اسلام قبلؤلو نه منع شی ۔ اوس هم دَ جاهلانو دا طریقه ده چې دَ کار خبرو کښې شور غوبل جوړ کړی څوک ېٔ اورېدو ته نهٔ پرېږدی ۔ لېکن دَ حق و صداقت آواز پهٔ شور و شر نهٔ شی مغلوب کېدے ۔ دَ حق آواز بهرحال زړونو کښې ځان ته لار کوی ۔
فَلَنُذِیْقَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَذَابًا شَدِیْدًا١ۙ وَّ لَنَجْزِیَنَّهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۲۷
ترجمه: نو مونږ به ضرور خوند وښیو دَ سخت عذاب اؤ بدله به ورکړو دوی ته دَ هغې ناکاره نه ناکاره کارونو چې دوی کؤل ۔ ف۴۰
ف۴۰: دَ دې نه زیات خراب کار به بل څهٔ وی چې نهٔ نصیحت اوری اؤ نهٔ ېٔ بل اورېدو ته پرېږدی ۔
ذٰلِكَ جَزَآءُ اَعْدَآءِ اللّٰهِ النَّارُ١ۚ لَهُمْ فِیْهَا دَارُ الْخُلْدِ١ؕ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ۲۸
ترجمه: دغه اور سزا ده دَ الله دَ دښمنانو دَ دوی دلته کور دے دَ همېشه وسېدو پهٔ بدل دَ دې چې زمونږ دَ آیتونو نه ېٔ انکار کؤلو ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی پهٔ زړهٔ کښې پوهېدل چې هم دغه حق دے خو دَ ضد اؤ عناد پهٔ وجه ېٔ انکار کؤلو ۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا رَبَّنَاۤ اَرِنَا الَّذَیْنِ اَضَلّٰنَا مِنَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ اَقْدَامِنَا لِیَكُوْنَا مِنَ الْاَسْفَلِیْنَ۲۹
ترجمه: اؤ وائی به کافران اے زمونږ ربه وښیه مونږ ته هغه دواړه چا چې مونږ ګمراه کؤلو کوم چې پېرے دے اؤ کوم چې بنده دے چې مونږ ېٔ دَ خپلو ښپو دَ لاندې کړو چې شی دَ ټولو نه ښکته (ذلیل) ، ف۴۲
ف۴۲: یعنی مونږ خو پهٔ بلا کښېوتو (واوړېدو) خو هغه شیطانان دَ پېریانو اؤ بنیادمو نه چې مونږ ېٔ پهٔ غلطو سر کړی وو راته مخامخ کړیٔ چې ښهٔ ېٔ دَ لتو لاندې کړو اؤ دَ جهنّم ټولو نه لاندې حصه کښې ېٔ ډېر پهٔ سپکاوی ور وغورزوؤ چې لږ زړهٔ مو پرې یخ شی ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ۳۰
ترجمه: بېشکه چا چې ووې الله زمونږ رب دے اؤ بیا پهٔ دې خبره ټینګ شو راکوزیږی پهٔ هغوی فرښتې چې مهٔ ویرېږیٔ اؤ مهٔ غم کویٔ اؤ زیرے واؤریٔ دَ هغه جنّت چې تاسو سره ېٔ وعده وه ۔ ف۴۳
ف۴۳: یعنی دَ زړهٔ دَ اخلاصه ېٔ ایمان راؤړو اؤ بیا ورباندې ټینګ ودرېدو اؤ دَ یو الله سره ېٔ پهٔ خداییٔ کښې بل څوک شریک نهٔ کړو ، څهٔ اقرار چې ېٔ پهٔ ژبه کړے وهٔ هغه ېٔ پهٔ خپل عمل رښتیا کړو ۔ دَ الله دَ کامل ربوبیت حق ېٔ وپېژندو ۔ هر عمل ېٔ خالص دَ الله دَ رضا دپاره وهٔ ۔ دَ خپل رب پهٔ حکمونو ېٔ ځان پوهه کړو اؤ عمل ېٔ پرې وکړو ۔ غرض دا چې دَ بل هر طرف نه ېٔ مخ اړؤلے وهٔ خالص دَ الله پهٔ لاره نېغ روان وو ۔ دغه شان نیکو بندیانو ته به دَ مرګ پهٔ وخت اؤ پهٔ قبر کښې اؤ دَ بیا پورته کېدو پهٔ وخت دَ الله فرښتې تسلّی اؤ دَ جنّت زیرے ورکوی ۔ ورته به ووائی چې هېڅ غم فکر نهٔ کوه ۔ دَ فانی دنیا دَ غمونو نه خلاص شوې اؤ پهٔ راتلونکی وخت کښې درباندې هېڅ تکلیف نشته اوس به همېشه دپاره پهٔ جنت کښې درته دَ هر قسم نه جسمانی اؤ روحانی آرام اؤ خوشحالیٔ حاصلې وی اؤ هېڅ غم اؤ تکلیف به درباندې هېچرې نهٔ راځی ۔ دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ چې درسره دَ جنّت دَ نعمتونو کومې وعدې شوے دی اوس به هغه ټولې پوره کیږی ۔ دا داسې دولت دے چې دې نه پس پهٔ بنده هېڅ غم اؤ تکلیف نهٔ شی راتلې ۔
تنبیه: ممکنه ده چې پهٔ نیکانو پهٔ دې دنیا کښې هم فرښتې راکوزیږی اؤ دَ الله پهٔ حکم ورته پهٔ دینی اؤ دنیاوی کارونو کښې دَ بهتریٔ خبرې پهٔ زړهٔ کښې اچوی چې دَ هغوی دَ شرحِ صدر اؤ تسلّیٔ سبب ګرځی ۔ لکه څنګه چې دَ دې مقابله کښې دَ کافرانو حال بیان شوے دے چې شیطان ورسره ملګرې کیږی چې ناکاره کارونه ورته ښائسته کوی ۔ (دغه شان به نیکانو سره فرښتې ملګرې کیږی چې ښهٔ ښهٔ کارونه ورته ښئی) پهٔ یو بل ځائې کښې دَ شیطان دپاره هم دَ تَنَزَّلُ لفظ راغلے دے ۔ لکه ارشاد دے ۔ تَنَزَّلُ عَلٰی کُلِّ اَفَّاكٍ اَثَیْمٍ یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَ اَکْثَرُهُمْ کَاذِبُوْنَ (سورتِ شعراء ، رکوع ۱۱)
بهرحال ځنو مفسرانو ېٔ دغه معنٰی بیان کړے ده اؤ پهٔ دې معنٰی ورسره ورپسې آیت ”نَحْنُ اَوْلِیٰٓؤُكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا“ ښهٔ لګی ۔ والله اعلم ۔
نَحْنُ اَوْلِیٰٓؤُكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ فِی الْاٰخِرَةِ١ۚ وَ لَكُمْ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْۤ اَنْفُسُكُمْ وَ لَكُمْ فِیْهَا مَا تَدَّعُوْنَؕ۳۱
ترجمه: مونږ یو ستاسو ملګری پهٔ دنیا کښې (هم) اؤ پهٔ آخرت کښې (هم) ف۴۴ اؤ ستاسو دپاره به (پهٔ آخرت) کښې وی څهٔ چې غواړی ستاسو زړونه اؤ ستاسو دپاره به هلته وی څهٔ چې تاسو غواړیٔ ۔ ف۴۵
ف۴۴: ځنو مفسرانو لیکلی دی چې دا خبره دَ الله دَ طرفه ده ۔ دَ فرښتو خبره پهٔ مخکښې آیت ختمه شوه خو دَ اکثرو مفسرانو پهٔ خیال دا آیت هم دَ فرښتو دَ خبرې حصه ده ۔ یعنی فرښتې ورته دا خبره پهٔ زړهٔ کښې اچوی اؤ تسلّی ورکوی۔ ممکنه ده چې ځنو بندیانو ته ېٔ پهٔ ژوند څرګند داسې الفاظ وئیلی وی اؤ ممکنه ده چې دَ مرګ پهٔ وخت یا دَ مرګ نه پس پهٔ قبر کښې یا دَ محشر پهٔ ورځ ورته دَ تسلّیٔ دپاره وائی ۔ یعنی مونږ پهٔ دنیا کښې هم دَ الله پهٔ حکم ستاسو امداد کؤلو اؤ پهٔ آخرت کښې مو هم ملګری یو ، هلته به ستاسو سفارش اؤ ستاسو دَ قدر عزت انتظام کوؤ ۔
ف۴۵: یعنی دَ کوم څیز خیال چې ېٔ پهٔ زړهٔ کښې پیدا کیږی اؤ کوم شے چې پهٔ خلهٔ وغواړی دغه ټول به ورته حاضریږی ۔ دَ الله پهٔ خزانو کښې دَ هېڅ شی کمے نشته ۔
نُزُلًا مِّنْ غَفُوْرٍ رَّحِیْمٍ۠۳۲
ترجمه: دا میلمستیا ده دَ هغه ډېر بخښونکی مهربان دَ طرفه ، ف۴۶
ف۴۶: یعنی دا نیک بندیان به پهٔ دغه ورځ دَ الله میلمانهٔ وی نو دې نه پوهه شیٔ چې دَ دوی به څومره قدر عزت کیږی ۔ (یو غریب سړے دَ خپل میلمه څومره قدر کوی نو دَ هغې رحیم و کریم مهربانه دَ بادشاهانو بادشاه میلمه به څومره قدرمند وی) دَ یو کمزوری انسان دپاره دا څومره لوئے عزت دے چې الله ورته خپل میلمه ووائی ۔
وَ مَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَ عَمِلَ صَالِحًا وَّ قَالَ اِنَّنِیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ۳۳
ترجمه: اؤ دَ هغهٔ نه ښهٔ خبره دَ چا ده چا چې خلق وبلل الله طرف ته اؤ نیک عمل ېٔ وکړو اؤ وې وئیل زهٔ تابعدار یم ۔ ف۴۷
ف۴۷: وړومبے پهٔ ”اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللهُ“ الخ کښې دَ خپلو هغو خاصو بندیانو ذکر وهٔ دَ چا چې پهٔ خپل رب پوخ یقین وهٔ اؤ پهٔ دغه عقیده ټینګ وو ۔ دلته دَ مؤمن یوه بله وچته مرتبه بیانیږی چې پهٔ ټولو کښې بهتر بنده هغه دے چې خپل ځان الله ته وسپاری ، دَ هغهٔ دَ فرمانبرداریٔ اعلان وکړی ۔ خپله هم پهٔ دغه سمه لار روان وی اؤ نور خلق هم دې لارې ته راغواړی ۔ دَ هغهٔ خبرې پهٔ خلقو اثر کوی ځکه چې څهٔ وائی خپله ېٔ هم پهٔ هغې عمل وی ۔ دَ الله دَ تابعداریٔ دَ اعلان نه پهٔ هېڅ وخت کښې نهٔ وروستو کیږی ۔ خالص پهٔ اسلامی طریقه روان وی ۔ دَ هر قسم تنګ نظریٔ اؤ ډله بازیٔ نه پاک سوچه مسلمان وی اؤ هغه لوړ مقام ته نور خلق هم رابلی کوم ته چې رسول اکرمﷺ خلق بلل اؤ دَ کوم دپاره چې دَ هغهٔ اصحابوؓ خپل ژوند وقف کړے وهٔ ۔ (الله تعالیٰ دې مونږ ته پهٔ دغه لاره دَ تګ توفیق راکړی)۔
وَ لَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَ لَا السَّیِّئَةُ١ؕ اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِیْ بَیْنَكَ وَ بَیْنَهٗ عَدَاوَةٌ كَاَنَّهٗ وَلِیٌّ حَمِیْمٌ۳۴
ترجمه: اؤ برابر نهٔ دی نیکی اؤ نهٔ بدی ، ځواب ورکړه پهٔ داسې خبره چې دَ هغې نه ښهٔ وی بیا به تهٔ وګورې چې تهٔ اؤ دَ چا سره چې دې دښمنی وه داسې ییٔ لکه دوستان خپلوان ۔ ف۴۸
ف۴۸: دَ یو رښتونی تبلیغ دپاره چې دَ کومو وچتو اخلاقو ضرورت دے ، پهٔ دې آیت کښې دَ هغې تعلیم ورکؤلے شی ۔ یعنی پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې نیکی اؤ بدی سره برابرېدے نهٔ شی ، دَ دواړو تاثیر جُدا جُدا دے ۔ بلکې یوه نیکی دَ بلې نیکیٔ اؤ یوه بدی دَ بلې بدیٔ نه پهٔ اثر کښې زیاته وی نو دَ یو سوچه مسلمان اؤ دَ یو مبلّغ دپاره دا طریقه پکار ده کومه چې دَ دې نه بهتره وی یعنی دَ غصې پهٔ ځواب کښې صبر اؤ تحمّل اؤ دَ سپورو ستغو پهٔ ځواب کښې پستې اؤ خوږې خبرې یعنی دَ سختیٔ ځواب پهٔ نرمیٔ پکار دے ۔ دَ دې نتیجه کښې به تاسو ووینیٔ چې دَ سخت نه سخت دښمن به هم نرم شی ۔ اګر کهٔ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ درسره دوستی نهٔ وی خو بیا به درسره سختی نهٔ کوی بلکې پهٔ ظاهره به درسره لکه دَ دوستانو خوږ چلیږی ۔ اؤ کېدے شی چې څو ورځې پس ېٔ دَ زړهٔ نه هم دښمنی ووځی اؤ پهٔ رښتیا دوست شی لکه چې بل ځائې کښې ارشاد دے ۔
عَسَی اللهُ اَنْ یَّجْعَلَ بَیْنَکُمْ وَ بَیْنَ الَّذِیْنَ عَادَیْتُمْ مِّنْهُمْ مَّوَدَّةً ؕ (سورتِ الممتحنه ، رکوع ۲)
البته کهٔ دَ یو سړی فطرت لکه دَ مار لړم خراب وی اؤ نیک خوی ورباندې هېڅ اثر نهٔ کوی نو دا بیله خبره ده لېکن داسې کسان ډېر کم وی بیا هم دَ تبلیغ دَ منصب دپاره دَ ډېر غټ صبر ، تحمّل اؤ لوی نیک خوئی ضرورت دے ۔
وَ مَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا١ۚ وَ مَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا ذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ۳۵
ترجمه: اؤ دا دَ هغه چا پهٔ برخه کښې وی چې صبر لری ۔ اؤ دا دَ هغه چا پهٔ برخه دی چې دَ لوئی قسمت خاوند وی ۔ ف۴۹
ف۴۹: یعنی لوئے قسمت اؤ غټه حوصله ورته پکار ده چې ترخه خبره وزغمی اؤ پهٔ ښهٔ طریقه ځواب ورکړی ۔ دا وچت اخلاق اؤ نیک خوی دَ الله دَ طرف نه هغه چا ته ورکؤلے شی چې ډېر خوش قسمته وی ۔ (ربط) تر دې خو دَ هغه دښمن اؤ مقابل سره دَ معاملې چل وښودلې شو ۔ پهٔ چا چې ښهٔ سلوک اثر کؤلے شی ۔ اؤ یو دښمن هغه دے چې هېڅ شے پرې اثر نهٔ کوی ۔ تهٔ کهٔ ورسره هر څومره خبرې کوے اؤ خوږ چلېږې خو هغه دَ خپل ځائې نه نهٔ خوزی ۔ دَ داسې پوخ شیطان نه دَ بچ کېدو طریقه دا ده کومه چې مخکښې بیانیږی ۔
وَ اِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۳۶
ترجمه: اؤ کهٔ چرې تا نه غلطی وشی دَ شیطان پهٔ لمسه نو پناه وغواړه پهٔ الله ، بېشکه هم هغه دے اورېدونکے پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر ۔ ف۵۰
ف۵۰: یعنی دَ داسې شیطان پهٔ مقابله کښې نرمی اؤ معافی څهٔ کار نهٔ ورکوی دَ هغهٔ نه دَ بچ کېدو یوه طریقه ده بس چې دَ الله پهٔ پناه کښې راشې ۔ دا داسې مضبوطه قلعه ده چې بیا ورته هېڅوک نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔ کهٔ تهٔ واقعی پهٔ اخلاص سره الله ته زاری وکړې نو هغه به ضرور پناه درکړی ځکه چې هغه دَ هر چا آواز اوری اؤ هر څهٔ ورته ښهٔ معلوم دی چې چا څومره پهٔ اخلاص اؤ زاریٔ ورته آواز کړے دے ۔ حضرت شاه صاحبؒ دَ مخکښې آیت سره ربط راوستو پهٔ غرض دلته لیکلی دی ۔ یعنی کهٔ چرته بې اختیاره غصه درشی نو دا دَ شیطان کار دے ۔ هغه دا نهٔ غواړی چې تهٔ دَ خوش اخلاقیٔ پهٔ وجه دعوت اِلی الله کښې کامیاب شې ۔
وَ مِنْ اٰیٰتِهِ الَّیْلُ وَ النَّهَارُ وَ الشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ١ؕ لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَ لَا لِلْقَمَرِ وَ اسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَهُنَّ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ۳۷
ترجمه: اؤ دَ هغهٔ دَ قدرت نمونې دی شپه اؤ ورځ اؤ نمر اؤ سپوږمۍ ف۵۱ سجده مهٔ کویٔ نمر ته اؤ نهٔ سپوږمۍ ته اؤ سجده کویٔ هغه الله ته چا چې پیدا کړی دی دا دواړه کهٔ تاسو خالص دَ هغهٔ عبادت کویٔ ۔ ف۵۲
ف۵۱: دَ دعوت اِلی الله سره سره دَ الله دَ قدرت یو څو نخښې ښیٔلی شی چې دَ دې پهٔ ذریعه مبلّغ دَ الله تعالیٰ دَ عظمت ، وحدانیت اؤ دوباره ژوند وغېره دَ دین پهٔ غټو غټو خبرو خلق پهٔ آسانه پوهه کړې شی ۔ پهٔ دې ضمن کښې دې طرف ته هم اشاره ده چې یو طرف ته خو دَ الله نیک بندیان ، خلق دَ الله لارې ته رابلی اؤ بل طرف نمر سپوږمۍ اؤ دَ زمکې اؤ آسمانونو دا عظیم الشان نظام سوچ کؤنکیو ته دَ الله دَ وحدانیت بلنه ورکوی۔
بنیادم ته پکار دی چې دَ قدرت پهٔ دې عظیمو نخښو سوچ وکړی ، اؤ دَ دغې عظیم طاقت اؤ قدرت مالک ته پهٔ سجده پرېوځی اؤ هم یواځې دَ دغې الله دَ غلامیٔ اعلان وکړی ۔ اؤ ممکنه ده چې دې خبرې ته هم پکښې اشاره وی چې څنګه شپه اؤ ورځ اؤ نمر سپوږمۍ دَ یو بل مقابل دی اؤ الله تعالیٰ پهٔ دې دواړو کښې ردو بدل کوی ۔ پهٔ شپه پسې ورځ راځی اؤ چې نمر پناه شی دنیا پهٔ سپوږمۍ روښانه شی ۔ دغه شان الله تعالیٰ دا قدرت هم لری چې دَ مبلّغ دَ خوش اخلاقیٔ اؤ لوړ همّت پهٔ برکت دَ مقابل زړهٔ بدل کړی اؤ دَ کفر اؤ جهل توره شپه دَ اسلام پهٔ رڼا روښانه کړی ۔
ف۵۲: دَ نمر سپوږمۍ عبادت کؤنکی هم پهٔ خلهٔ دا وائی چې زمونږ غرض خو دَ الله عبادت دے (دا دَ الله دَ قدرت) نمونې دی نو پهٔ ظاهره سجده دې ته لګوؤ) خو اصل کښې دَ الله عبادت کوؤ ۔ نو الله تعالیٰ واضحه کړه چې دا څیزونه دَ عبادت قابل نهٔ دی ۔ کهٔ ستاسو غرض پهٔ رښتیا خالص دَ الله عبادت وی نو دې څیزونو ته سجده مهٔ کویٔ ، هغه الله واحد یوازې دَ عبادت حقدار دے هم دَ هغهٔ عبادت کویٔ ، بل څیز ته سجده لګؤل دَ الله نه بغاوت دے ۔
فَاِنِ اسْتَكْبَرُوْا فَالَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ یُسَبِّحُوْنَ لَهٗ بِالَّیْلِ وَ النَّهَارِ وَ هُمْ لَا یَسْـَٔمُوْنَ۩۳۸
ترجمه: بیا کهٔ دوی لوئی وکړه نو کوم خلق چې ستا رب سره دی پاکی بیانوی دَ هغهٔ شپه اؤ ورځ اؤ نهٔ ستړی کیږی ۔ ف۵۳
ف۵۳: یعنی کهٔ دوی سره دَ دومره واضحو دلیلونو دَ کبر اؤ غرور پهٔ وجه دَ حق منلو نه انکار کوی نو خپل تاوان ېٔ دے ۔ الله تعالیٰ دَ هېچا هېڅ پرواه نهٔ لری۔
څوک چې دَ دومره لوی شان مالک دے چې بې شمېره پاکې فرښتې شپه ورځ دَ هغهٔ حمد و ثنا وائی اؤ هر وخت پهٔ عبادت لګیا وی نهٔ سټرې کیږی اؤ نهٔ پرې تنګیږی ۔ دَ هغې ذات مخکښې دا عاجزان څهٔ څیزونه دی اؤ دَ دوی دَ عبادت څهٔ حیثیت دے ۔ دَ دروغو پهٔ لوییٔ هسې ځان ته نقصان رسوی ۔
وَ مِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنَّكَ تَرَی الْاَرْضَ خَاشِعَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَ رَبَتْ١ؕ اِنَّ الَّذِیْۤ اَحْیَاهَا لَمُحْیِ الْمَوْتٰی١ؕ اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۳۹
ترجمه: اؤ دَ هغهٔ دَ (قدرت) یوه نخښه دا ده چې تهٔ وینې زمکه غلې پرته بیا کله چې راکوزې کړو مونږ پهٔ دې زمکه اوبهٔ تازه شی اؤ را وچته شی ، بېشکه چا چې ژوندیٔ کړه دا زمکه هم هغه به ژوندی کړی مړی ، هغه هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۵۴
ف۵۴: یعنی زمکې ته وګوره عاجزه چپ چاپ غلې پرته وی ، دَ خشکۍ پهٔ وجه هر طرف ته دوړې الوزی ۔ لېکن چې کله باران وشی دوړې کښینی اؤ دا غلې مړه زمکه بیا تازه اؤ ژوندیٔ شی هر طرف ته شینکې سر راپورته کړی ۔ قسم قسم مېوې اؤ فصلونه تیار شی ۔ آخر دا انقلاب چا راوستو ۔ نو کوم قادرِ مطلق چې مړه زمکه بیا ژوندیٔ کؤلے شی اؤ پهٔ هغې کښې پټ پراتهٔ تخمونه زرغونؤلے شی ۔ نو آیا هغه قادرِ مطلق مړهٔ بنیادم بیا نهٔ شی ژوندی کؤلے؟ اؤ آیا هغه قادرِ مطلق دَ جهالت پهٔ خشکۍ مړهٔ زړونه دَ دعوت اِلی الله پهٔ تاثیر بیا دوباره نهٔ شی تازه کؤلے؟ بېشکه ضرور ېٔ کؤلے شی ۔ هغه هر څهٔ کؤلے شی۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا لَا یَخْفَوْنَ عَلَیْنَا١ؕ اَفَمَنْ یُّلْقٰی فِی النَّارِ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ یَّاْتِیْۤ اٰمِنًا یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اِعْمَلُوْا مَا شِئْتُمْ١ۙ اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۴۰
ترجمه: څوک چې پهٔ ترس چلیږی زمونږ پهٔ آیتونو کښې هغوی زمونږ نه پټ نهٔ دی ، نو آیا هغه څوک چې غورزؤلے به شی اور ته بهتر دے اؤ کهٔ هغه چې راځی به پهٔ امن دَ قیامت پهٔ ورځ ، کویٔ څهٔ چې مو خوښه وی ، بېشکه څهٔ چې تاسو کویٔ هغه ېٔ ښهٔ وینی ۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی دَ مبلّغانو دَ خلې دَ الله نازل کړی آیتونه اورېدلو اؤ دَ الله دَ قدرت دَ نخښانو لیدلو نه پس هم کهٔ څوک پهٔ ترس چلیږی اؤ پهٔ صفا ستره واضحو ساده خبرو کښې هسې کوږوالې لټوی اؤ دَ دروغو شکونه اؤ شبهې پکښې پیدا کوی اؤ خامخا دَ سمې خبرې نه غلط مطلب اخلی داسې خلق الله ته ښهٔ معلوم دی ۔ ممکنه ده چې هغوی پهٔ خپله چالاکیٔ غاوره وی لېکن دَ الله نه هېڅ پټ نهٔ دی ، هر څهٔ وینی ، کوم وخت چې ورته مخامخ شی نو دَ ټولو بدل به پهٔ یو ځائې ورکړی ۔ اوس خو هغهٔ مهلت ورکړے دے۔ کوی دې چې څهٔ ېٔ خوښه وی مګر هغه هر څهٔ وینی اؤ دَ دوی پهٔ هر کار خبر دے ۔ یوه ورځ به راشی چې دَ ټولو کارونو سزا به وخوری نو اوس خپله فکر وکړیٔ یو هغه سړے دے چې دَ خپلو شرارتونو پهٔ وجه ېٔ خپله ځان اور ته وغورزؤلو اؤ بل سړی پهٔ خپل شرافت اؤ نیک عملیٔ پهٔ برکت دائمی امن اؤ آرام حاصل کړو نو پهٔ دواړو کښې کوم یو ښهٔ شو؟
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ١ۚ وَ اِنَّهٗ لَكِتٰبٌ عَزِیْزٌۙ۴۱
ترجمه: څوک چې انکاری شو دَ نصیحت نه کله چې ورته راغلو (دغه نصیحت) ف۵۶ اؤ هغه یو کتاب دے نادر ،
ف۵۶: یعنی هسې خامخا دَ ضد پهٔ وجه پهٔ دې نصیحت کښې شکونه را پیدا کوی ، ګنی دې کښې دَ دروغو اؤ دَ شک هېڅ ګنجائش نشته ۔ نصیحت څهٔ دے یو صفا واضح اؤ محکم کتاب دے ۔ چې ډېر کم عقل اؤ بدفطرته نهٔ وی نو هېڅ شک پکښې نهٔ شی کؤلے ۔
لَّا یَاْتِیْهِ الْبَاطِلُ مِنْۢ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ لَا مِنْ خَلْفِهٖ١ؕ تَنْزِیْلٌ مِّنْ حَكِیْمٍ حَمِیْدٍ۴۲
ترجمه: پهٔ هغې دَ دروغو څهٔ دخل نشته نهٔ دَ وړاندې نه اؤ نهٔ دَ وروستو نه ، راستؤلے شوے دے دَ حکمتونو خاوند ټولو تعریفونو حقدار دَ طرف نه ۔ ف۵۷
ف۵۷: یعنی دَ الله نازل کړی کتاب کښې به دروغ دَ کومې راشی اؤ دَ کوم کتاب دَ حفاظت چې الله خپله ذمه اخستې وی دَ باطل څهٔ طاقت دے چې ورنژدے به شی ۔
مَا یُقَالُ لَكَ اِلَّا مَا قَدْ قِیْلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ وَّ ذُوْ عِقَابٍ اَلِیْمٍ۴۳
ترجمه: تا ته هم هغه خبرې کیږی کومې چې شوی دی ټولو رسولانو ته له تا نه مخکښې ، بېشکه ستا رب سره معافی هم شته اؤ سخت دردناک عذاب هم شته ، ف۵۸
ف۵۸: یعنی مشرکان چې له تا سره کوم سلوک کوی ۔ پخوا راسې پهٔ هره زمانه کښې دَ هر پېغمبر سره منکرانو دغه سلوک کړے دے ۔ پېغمبرانو همېشه دَ هغوی خیر غوښتو اؤ هغوی به دَ دې پهٔ بدل کښې تکلیف ور رسؤلو ۔ نو څنګه چې هغه پېغمبرانو صبر کؤلو تهٔ هم دغه شان صبر کوه ۔ نتیجه به ېٔ دا وی چې ځنی کسان به توبه ګار شی اؤ پهٔ سمه لار به را واؤړی ۔ دَ چا پهٔ قسمت کښې چې معافی وی اؤ څوک به پهٔ خپل ضد اؤ انکار کلک پاتی شی اؤ آخر به دَ دردناک عذاب حقدار شی ۔
وَ لَوْ جَعَلْنٰهُ قُرْاٰنًا اَعْجَمِیًّا لَّقَالُوْا لَوْ لَا فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ١ؕ ءَؔاَعْجَمِیٌّ وَّ عَرَبِیٌّ١ؕ قُلْ هُوَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هُدًی وَّ شِفَآءٌ١ؕ وَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرٌ وَّ هُوَ عَلَیْهِمْ عَمًی١ؕ اُولٰٓىِٕكَ یُنَادَوْنَ مِنْ مَّكَانٍۭ بَعِیْدٍ۠۴۴
ترجمه: اؤ کهٔ مونږ راستؤلے وې دا قرآن پهٔ یو ناشنا (عجمی) ژبه کښې نو دوی به وې دَ دې خبرې صفا صفا ولې بیان نهٔ شوې آیا دَ ناشنا ژبې کتاب اؤ دَ عربیٔ ژبې خلق ف۵۹ تهٔ ووایه دا (کتاب) دَ ایماندارو دپاره هدایت دے اؤ دَ مرض نه شفا ده ۔ ف۶۰ اؤ کوم خلق چې یقین نهٔ کوی دَ هغوی پهٔ غوږونو کښې دروندوالې دے اؤ دا قرآن دَ هغوی پهٔ حق کښې ړوندوالې دے ۔ ف۶۱ دوی ته چغې وهلی شی دَ لرې ځائې نه ۔ ف۶۲
ف۵۹: دَ یوې خبرې منلو چې دَ چا نیت نهٔ وی نو ډېرې خبرې پکښې را وباسی۔ دَ مکّې مشرکانو به وې چې دَ یو عربی پېغمبر معجزه خو به دا وه چې کتاب ورباندې پهٔ یوه بله ناشنا ژبه کښې نازل شوے وې ۔ (عربی خو دې دَ ځانه هم جوړؤلے شی) اؤ فرض کړه کهٔ دا کتاب پهٔ بله ژبه کښې وې پهٔ عربیٔ کښې نهٔ وې نو بیا به هم دې کفارو وې چې دا څنګه بې سره کار دے ۔ رسول عرب دے دَ قوم ژبه ېٔ عربی ده اؤ کتاب پهٔ داسې ژبه کښې راغلو چې څوک ېٔ پهٔ ټکی نهٔ پوهیږی ۔ نو فائده به ترې څهٔ واخلی ۔
ف۶۰: یعنی بې سره اؤ فضول شکونه دَ ختمېدو نهٔ دی (کهٔ دَ یوې خبرې ځواب وشی نو بله به را وباسی) البته دا تجربه هر سړے کؤلے شی چې دا پاک کتاب خپلو منونکیو اؤ عمل کؤنکیو ته څنګه عجیبه لار ښئی اؤ څومره عقل فکر ورکوی چې دَ سوؤنو کالو دَ مرضونو نه ېٔ زړونه پاک و صاف شی اؤ دَ ټولو روحانی بیمارو نه روغ جوړ شی ۔
ف۶۱: یعنی څنګه چې پهٔ رڼا کښې دَ ښاپیرک سترګې برېښی اؤ هېڅ نهٔ شی لیدې ، دغه شان کافران هم دَ قرآن رڼا ته نهٔ شی کتې ۔ پهٔ دې کښې دَ قرآن څهٔ قصور دے ۔ کافران دې دَ خپلو سترګو علاج وکړی ۔
ف۶۲: یعنی لکه څنګه چې چا ته دَ لرې نه آواز ورکوې نو نهٔ اوری اؤ کهٔ څهٔ واؤری نو سم پرې نهٔ پوهیږی ۔ دغه شان مشرکان هم دَ سمې لارې نه دومره لرې وتی دی چې دَ قرآن آواز ېٔ غوږونو ته نهٔ رسی اؤ کهٔ څهٔ لږ ډېر واؤری خو پوره پرې نهٔ پوهیږی ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ١ؕ وَ لَوْ لَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ١ؕ وَ اِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ۴۵
ترجمه: اؤ بېشکه مونږ ورکړے وهٔ موسٰی ته کتاب بیا اختلاف وشو پهٔ هغې کښې ف۶۳ اؤ کهٔ نه وې یوه خبره چې مخکښې شوے ده دَ ستا دَ رب دَ طرفه نو فیصله به شوے وه دَ دوی ترمینځه ف۶۴ اؤ دوی پهٔ داسې شک کښې دی دَ قرآن دَ طرفه چې آرام ته ېٔ نهٔ پرېږدی ۔ ف۶۵
ف۶۳: یعنی څنګه چې نن پهٔ قرآن کښې دَ منونکیو اؤ دَ نهٔ منونکیو اختلاف دے ۔ دغه شان وړومبے دَ توریٰت متعلق هم وو نو بیا وګوریٔ چې دَ مخالفینو انجام څهٔ شو ۔ (اؤ څنګه الله تعالیٰ حق ته برې ورکړو) ۔
ف۶۴: یعنی دغه خبره چې پوره فیصله به پهٔ آخرت کښې کیږی ۔
ف۶۵: یعنی بې کاره شکونه دوی آرام ته نهٔ پرېږدی هر وخت ېٔ پهٔ زړهٔ درد وی ۔
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ وَ مَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا١ؕ وَ مَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ۴۶
ترجمه: چا چې نیکی وکړه نو دَ خپل ځان دپاره اؤ چا چې بدی وکړه نو پهٔ ځان ېٔ ده اؤ ستا رب داسې نهٔ دے چې ظلم وکړی پهٔ بندیانو ۔ ف۶۶
ف۶۶: دَ الله پهٔ دربار کښې ظلم نشته ۔ هر بنده ته به دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکؤلے شی ۔ نهٔ به دَ چا نیکی بربادیږی اؤ نهٔ به دَ یو ګناه پهٔ بل پرېوځی ۔
ربط: دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ پوره بدله به دَ قیامت پهٔ ورځ ورکؤلے شی نو کفارو به اکثر تپوسونه کؤل چې دا قیامت به کله وی ځکه ورپسې مخکښې راځی ۔
اِلَیْهِ یُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ ۔
(دَ قیامت نه یو الله خبر دے)