پارہ 23

وَ مَا لِیَ لَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْ فَطَرَنِیْ وَ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۝۲۲

ترجمه: اؤ پهٔ ما څهٔ شوی دی چې عبادت به نهٔ کؤم دَ هغه چا چې زهٔ ېٔ پیدا کړے یم ف۲۱ اؤ هم هغهٔ ته به ټول راګرځیٔ ف۲۲

ف۲۱: ځان ېٔ یاد کړو اؤ مطلب ېٔ دغه خلقو ته اورؤل دی ۔ یعنی پهٔ تاسو څهٔ بلا شوے ده چې دَ خپل خالق عبادت ته غاړه نهٔ ږدیٔ ، پهٔ دې کښې تاسو ته څهٔ تاوان دے؟

ف۲۲: یعنی دا خیال مهٔ کویٔ چې پیدا ېٔ کړیٔ نو بس آزاد ېٔ پرېښویٔ بیا به ورسره چرته نهٔ مخامخ کیږیٔ ۔ نه بلکې دَ مرګ نه پس به ټول دَ هغهٔ به دربار کښې حاضریږیٔ دَ هغې وخت غم وکړیٔ (چې دَ هغهٔ حکم مو نهٔ وی منلې نو پهٔ کوم مخ به ورځیٔ اؤ څهٔ حال به مو وی)

ءَاَتَّخِذُ مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً اِنْ یُّرِدْنِ الرَّحْمٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا وَّ لَا یُنْقِذُوْنِۚ۝۲۳

ترجمه: آیا زهٔ به نیسم دَ هغهٔ نه علاوه نور معبودان؟ کهٔ پهٔ ما باندې رحمان څهٔ تکلیف اچؤل غواړی نو زما به هېڅ پکار رانهٔ شی دَ دوی سفارش اؤ نهٔ به مې خلاص کړی ۔

اِنِّیْۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۲۴

ترجمه: نو بیا خو به زهٔ څرګند ګمراه شم ۔ ف۲۳

ف۲۳: یعنی څومره غټه بې وقوفی ده چې داسې خالق اؤ مهربان پروردګار څوک پریږدی اؤ دَ داسې څیزونو عبادت شروع کړی چې هغوی دَ الله راستؤلے تکلیف نهٔ خپله لرې کؤلے شی اؤ نهٔ ېٔ الله ته دَ لرې کؤلو سفارش کؤلے شی ۔

اِنِّیْۤ اٰمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُوْنِؕ۝۲۵

ترجمه: ما ایمان راؤړو دَ ستاسو پهٔ رب نو زما راؤریٔ ۔ ف۲۴

ف۲۴: یعنی زهٔ پهٔ دې جمع کښې صفا اعلان کوم ټول ېٔ ښهٔ واؤریٔ چې ما پهٔ یو الله ایمان راؤړو کوم چې زما اؤ ستاسو ټولو رب دے ۔ شاید چې دَ رسولانو مخکښې ېٔ دا اعلان ځکه وکړو چې رسولان ورباندې ګواهان شی اؤ خبر شی اؤ پهٔ جمع کښې ېٔ اعلان ځکه وکړو چې پهٔ قوم ېٔ اثر وشی ۔ شاید چې نور خلق هم ایمان راؤړی یا کم از کم دَ یو مؤمن دَ ایمان دَ طاقت نه خبر شی ۔

قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ١ؕ قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَۙ۝۲۶

ترجمه: حکم وشو لاړ شه جنت ته ف۲۵ وېٔ وې ارمان دے کهٔ زما قوم خبر شوے وې ۔

ف۲۵: یعنی سمدستی ورته دَ جنّت انعام ورکړې شو ۔ روایت دے چې نافرمانه قوم پهٔ دې مجاهدانه اعلان دا نیک سړے ډېرې بې رحمیٔ سره شهید کړو نو سمدستی ورته جنّت ته دَ تلو حکم وشو څنګه چې دَ شهیدانو دَ روحونو متعلق پهٔ احادیثو کښې واضح ثبوت دے چې دَ قیامت نه مخکښې به دَ شهادت سره نېغ جنّت ته ځی ۔

بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَ جَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ۝۲۷

ترجمه: چې زهٔ وبخښلم خپل رب اؤ عزتمند ېٔ کړم ، ف۲۶

ف۲۶: قوم دَ هغهٔ سره دومره دښمنی وکړه چې شهید ېٔ کړو لېکن دې نیک بنده سره پهٔ جنّت کښې هم دَ قوم فکر وهٔ ۔ وائی چې کهٔ زما قوم ته دا حال معلوم شو کوم انعام اؤ احسان چې الله تعالیٰ پهٔ ما وکړو نو ټول به ایمان راؤړی ۔

وَ مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی قَوْمِهٖ مِنْۢ بَعْدِهٖ مِنْ جُنْدٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَ مَا كُنَّا مُنْزِلِیْنَ۝۲۸

ترجمه: اؤ نهٔ دے راکوز کړے مونږ دَ هغهٔ پهٔ قوم دَ هغهٔ نه پس څهٔ لښکر دَ آسمان نه اؤ نهٔ مونږ لښکرے راکوزوؤ ،

اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ خٰمِدُوْنَ۝۲۹

ترجمه: بس هغه خو یو ناترسه کریکه وه اؤ پهٔ هغه ساعت ټول یخ پراتهٔ وو ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی دَ دې واقعې نه پس دا قوم دَ هغوی دَ ظلم ، کفر اؤ دَ رسولانو دَ مخالفت پهٔ وجه هلاک کړې شو اؤ دَ هغوی دَ تباه کؤلو دپاره دا ضرورت نهٔ وهٔ چې دَ آسمان نه دَ فرښتو فوځ راستؤلے شوے وې اؤ نهٔ دَ الله تعالیٰ دا عادت دے چې دَ فرښتو فوځونه را واستوی ۔ دَ بنیادمو دَ تباهیٔ دپاره دَ فرښتې یوه چغه هم کافی ده (دا بیله خبره ده چې کله کله الله تعالیٰ دَ خاص مصلحت پهٔ غرض دَ فرښتو فوځ را واستوی) نو دَ دغه قوم هم دا حال وهٔ چې فرښتې یوه پهٔ زوره چغه وویسته اؤ ټول پهٔ خپل خپل ځائې یخ شو ۔ ساه ترې وخته ۔

یٰحَسْرَةً عَلَی الْعِبَادِ١ۣۚ مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۝۳۰

ترجمه: ډېر افسوس دے پهٔ بندیانو نهٔ دے راغلے دوی ته یو رسول هم چې دوی ورپورې مسخرې نهٔ کوی،

اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ اَنَّهُمْ اِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُوْنَؕ۝۳۱

ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی چې څومره قومونه تباه کړل مونږ دَ دوی نه مخکښې ، چې هغه به دوی ته واپس نهٔ راځی ۔ ف۲۸

ف۲۸: یعنی دا مشرکان ښهٔ وینی اؤ اوری ښهٔ خبر دی چې دَ دوی نه مخکښې څومره قومونه دَ رسولانو دَ تکذیب پهٔ وجه تباه و برباد شوی دی خو بیا هم عبرت نه اخلی ۔ کله چې یو کافر قوم ته نوے رسول راشی اؤ دَ توحید تبلیغ ورته شروع کړی نو دوی ورپورې هم هغه شان مسخرې شروع کړی څنګه چې دَ تېرو قومونو عادت وهٔ ۔ نن دَ مکّې معظّمې مشرکان هم دَ رسول اللهﷺ سره هغه شان سلوک کوی ۔

وَ اِنْ كُلٌّ لَّمَّا جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ۠۝۳۲

ترجمه: اؤ پهٔ دې ټولو (قومونو) کښې هېڅوک نشته چې پهٔ جمع به مونږ سره نهٔ حاضیریږی ۔ ف۲۹

ف۲۹: یعنی دا خو ېٔ دَ دنیا عذاب وهٔ دَ آخرت سزا ورته بیله پرته ده ۔ دا خیال مهٔ کویٔ چې تباه شو دَ دنیا نه لاړو نو بس قصه خلاصه شوه ۔ نه یوه ورځ بله داسې شته چې دا ټول مجرمان به تړلی دَ الله دربار ته حاضرؤلے شی اؤ دَ خپلو عملونو بدله به ورکؤلے شی ۔

وَ اٰیَةٌ لَّهُمُ الْاَرْضُ الْمَیْتَةُ١ۖۚ اَحْیَیْنٰهَا وَ اَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ یَاْكُلُوْنَ۝۳۳

ترجمه: اؤ یوه نخښه ده دوی دپاره مړه زمکه مونږ دا (مړه زمکه) ژوندیٔ کړه اؤ را ومو ویسته ترېنه غله چې دوی ترېنه خوری ۔

وَ جَعَلْنَا فِیْهَا جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّ اَعْنَابٍ وَّ فَجَّرْنَا فِیْهَا مِنَ الْعُیُوْنِۙ۝۳۴

ترجمه: اؤ جوړ کړل مونږ پهٔ دې (زمکه) کښې باغونه دَ کجورو اؤ انګورو اؤ روانې مو کړې پکښې چینې چې خوری دَ دې دَ میوؤ نه ۔ ف۳۰

ف۳۰: کهٔ دَ چا شک وی چې دَ مرګ نه پس به بیا څنګه ژوندی شو نو پهٔ دې سوچ وکړیٔ چې زمکه وچه کړسه شی ، مړه شی ۔ دَ شینکی څهٔ نخښه چرته پاتې نهٔ شی ۔ بیا ېٔ الله تعالیٰ دوباره ژوندیٔ کړی هر طرف ته شینکے سر راپورته کړی باغونه تازه شی ، کجورې اؤ انګوران مېوې ونیسی اؤ پټیو کښې غلې تیارې شی چې تاسو ېٔ خوریٔ دغه شان خیال وکړیٔ چې مړ بدن کښې به الله تعالیٰ بیا روح ورننباسی اؤ ژوندے به راپورته شی ۔ بهرحال دَ وچې زمکې بیا شنهٔ کېدل دَ دوباره ژوند دپاره یوه نخښه ده کهٔ څوک فکر کوی اؤ ځان پوهه کوی ۔

تنبیه: پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ ترهیب اړخ واضح وهٔ چې دَ الله دَ عذاب نه وویریږی اؤ ایمان راؤړی پهٔ دې آیت کښې دَ ترغیب طریقه اختیار کړې شوے ده چې دَ الله تعالیٰ نعمتونو اؤ احسانونو ته خیال وکړی اؤ شکر ادا کړی اؤ پوهه شی چې کوم الله مړه زمکه بیا ژوندیٔ کؤلے شی هغهٔ ته دَ ایمان پهٔ حیثیت یو مړ قوم دوباره ژوندے کؤل اؤ دَ ایمان پهٔ دولت تر و تازه کؤل څهٔ مشکل کار نهٔ دے ۔

لِیَاْكُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖ١ۙ وَ مَا عَمِلَتْهُ اَیْدِیْهِمْ١ؕ اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ۝۳۵

ترجمه: اؤ نهٔ دی جوړ کړی (دا څیزونه) دَ دوی لاسونو نو بیا ولې شکر نهٔ کوی ۔ ف۳۱

ف۳۱: یعنی دا مېوې اؤ فصلونه دَ الله پهٔ قدرت پیدا کیږی دَ بنیادم دا طاقت نشته چې پهٔ خپلو لاسونو داسې څیزونه جوړ کړی ۔ بنیادم چې پهٔ باغ لګؤلو اؤ بوټیو ساتلو کوم محنت کوی دَ دې پهٔ ځائې کؤل اؤ بوټیو کښې مېوه پیدا کؤل دَ قدرت کار دے ۔ بوټیو کښې میوه بنیادم پهٔ خپل محنت نهٔ شی پیدا کؤلے کهٔ ډېره خواری وکړی هم اؤ کهٔ څوک غور وکړی نو کوم محنت اؤ مشّقت چې بنیادم پهٔ ظاهره پهٔ خپلو لاسونو کوی دا هم دَ الله پهٔ ورکړی قدرت سره کیږی ۔ دا طاقت اؤ عقل فکر بنیادم ته الله ورکړی اؤ هم دَ هغهٔ پهٔ اراده ېٔ استعمالولے شی ۔ پهٔ هر حیثیت سره پهٔ بنده دَ الله تعالیٰ دَ دې احسانونو شکر واجب دے ۔

سُبْحٰنَ الَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ وَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ وَ مِمَّا لَا یَعْلَمُوْنَ۝۳۶

ترجمه: پاک دے هغه ذات چې پیدا ېٔ کړې جوړې دَ هر څیز دَ هغه قسمونو نه کومې چې زمکې نه راټوکیږی اؤ خپله دَ دوی (بنیادمو نه) اؤ دَ هغه څیزونو نه چې (بنیادم) ترې هم خبر نهٔ دی ۔ ف۳۲

ف۳۲: یعنی پهٔ ونو بوټیو اؤ بنیادمو اؤ نورو داسې څیزونو کښې چې بنیادم ترې خبر هم نهٔ دی الله تعالیٰ جوړې جوړې پیدا کړی دی دَ مقابلې پهٔ حیثیت لکه نر ښځه ، خوږ تریو ، سپین تور ، رڼا تیارهٔ یا دَ مشابهت پهٔ حیثیت لکه پهٔ یو شکل دوه څاروی ۔ بهرحال پهٔ مخلوقاتو کښې یو څیز هم داسې نشته چې دَ هغې پهٔ شان یا دَ هغې مقابل بل شے نهٔ وی ۔ صرف یو دَ الله ذات داسې دے چې دَ هغهٔ نهٔ څوک مقابل شته اؤ نهٔ مماثل ۔ ځکه چې مقابله یا مماثلت پهٔ څهٔ نه څهٔ اوصافو کښې شرکت ضرور غواړی اؤ دَ خالق اؤ مخلوق سره پهٔ هېڅ څیز کښې اشتراک نشته ۔

وَ اٰیَةٌ لَّهُمُ الَّیْلُ١ۖۚ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَاِذَا هُمْ مُّظْلِمُوْنَۙ۝۳۷

ترجمه: اؤ دَ دوی دپاره دَ قدرت یوه نخښه شپه ده چې راکاږو ترې مونږ ورځ نو بیا دوی پهٔ تیارهٔ کښې پاتی شی۔

وَ الشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا١ؕ ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِؕ۝۳۸

ترجمه: اؤ نمر روان دے پهٔ خپله مقرره لار ۔ ف۳۳ دا مقرر کړے ده هغه زبردست پهٔ هر څهٔ خبر ۔ ف۳۴

ف۳۳: ”سلخ“ وئیلی شی دَ څاروی نه څرمن ویستو ته چې څرمن ترې لرې شی نو ورلاندې سره غوښه څرګنده شی ۔ دغه شان خیال وکړیٔ چې دَ شپې پهٔ تیارهٔ دَ ورځې دَ رڼا څادر خور دے کوم وخت چې ترېنه دا دَ رڼا څادر غونډ کړې شی خلق بیا پهٔ تیارهٔ کښې پاتی شی اؤ دَ دې نه وروستو بیا نمر پهٔ خپل مقرر وخت اؤ مقرر رفتار مخ راښکاره کړی اؤ پهٔ شپه دَ رڼا څادر وغوړوی نو خلق خپل کار کسب شروع کړی ۔ دَ شپې ورځې دَ دې بدلېدو را بدلېدو نه خیال وکړیٔ چې دغه شان به دغه عالَم هم دَ فنا کېدو نه پس بیا دوباره ژوندے کیږی (لکه دَ ورځې رڼا چې دَ تلو نه پس راشی) اؤ بېشکه هم هغه الله دَ عبادت حقدار دے دَ چا پهٔ قدرت کښې چې دا دومره غټ غټ انقلابونه دی ۔ اؤ کوم الله چې تیارهٔ شپه دَ ورځې پهٔ رڼا بدلؤلے شی هغهٔ ته دا هېڅ ګرانه نهٔ ده چې دَ جهالت پهٔ تیارهٔ دې دَ رسالت دَ نمر رڼا راخوره کړی اؤ دَ خپل رښتونی دین پهٔ نمر تمام عالَم روښانه کړی لېکن دَ شپې ورځې اؤ نمر سپوږمۍ دَ راختو اؤ ډوبېدو پهٔ شان هر کار پهٔ خپل وخت کیږی ۔ (اسلام به هم پهٔ خپل مقرر وخت غلبه وکړی)

ف۳۴: دَ نمر دپاره یو خاص رفتار اؤ یوه خاص لاره مقرره ده چې یو منټ یا یوه ذره اخوا دېخوا کېدے نهٔ شی ۔ پهٔ کوم کار کښې چې خپل خالق لګؤلے دے شپه اؤ ورځ پهٔ هغې کښې مشغول دے ۔ یو پوټے دمه نهٔ کوی ، دَ شپې ورځې پهٔ دوره کښې یا دَ کال پهٔ چکر کښې چې کومه نخښه ورته مقرره ده چې هغې ته ورسی نو دَ هغې ځائې نه بیا دَ الله پهٔ حکم بل چکر شروع کړی ۔ تر قیامته به دغه سلسله دغه شان روانه وی ۔ تر دې چې قیامت نژدے شی نو الله تعالیٰ با ورته حکم وکړی چې پهٔ کوم طرف ډوب شوے وهٔ هم دَ هغې نه بیا اپوټه چکر شروع کړی ۔ دا هغه وخت دے چې دَ توبې دروازه به بنده شی دې نه پس به دَ چا ایمان نهٔ قبلیږی لکه دَ صحیح حدیثونو نه چې ثابته ده ۔ حقیقت دا دے چې دَ راختو اؤ ډوبېدو دا موجوده نظام هغې زبردست اؤ علیم و خبیر ذات قائم کړے دے چې دَ هغهٔ پهٔ حکمت اؤ تدبیر څوک ګرفت نهٔ شی کؤلے ۔ دَ بل چا دا طاقت نشته چې دَ هغهٔ پهٔ قائم کړی نظام کښې یوه ذره رد و بدل وکړی اؤ هغه خپله چې څهٔ وخت وغواړی هر څهٔ ادل بدل کؤلے شی څوک پکښې کړت نهٔ شی کؤلے ۔

تنبیه: دَ دې آیت پهٔ تفسیر کښې یو حدیث راځی چې هغې کښې دَ عرش لاندې دَ نمر دَ سجدې کؤلو ذکر دے ۔ دلته دَ هغې دَ تفصیلی بیان ګنجائش نشته ۔ علامه عثمانیؒ فرمائی پهٔ دې باندې ما یو مستقل مضمون ”سجود الشمس“ پهٔ نوم لیکلے دے هغه وګوریٔ ۔

وَ الْقَمَرَ قَدَّرْنٰهُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ كَالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ۝۳۹

ترجمه: اؤ سپوږمۍ ، مونږ مقرر کړی دی دَ دې منزلونه تر دې چې بیا وګرځی لکه دَ زړې وچې څانګې ف۳۵

ف۳۵: سپوږمۍ لکه دَ نمر پهٔ شان همېشه یو شان نهٔ وی هره ورځ پکښې څهٔ کمے زیاتے راځی ۔ دَ سپوږمۍ اتهٔ ویشت (۲۸) منزله دی پهٔ یوه مقرره طریقه دغه منزلونه وار پهٔ وار طے کوی ۔ پهٔ وړومبی آیت کښې دَ شپې ورځې ذکر وهٔ بیا دَ نمر ذکر وشو چې کالونه اؤ موسمونه پرې بدلیږی اؤ پهٔ فصلونو اثر اچوی اوس دَ سپوږمۍ ذکر دے ۔ دَ دې پهٔ رفتار دَ میاشتو اندازه لګی ۔ سپوږمۍ اؤ نمر دَ میاشتې پهٔ آخر کښې سره نژدے نژدے شی نو سپوږمۍ نهٔ ښکاری چې لږه جدائی ېٔ راشی نو سپوږمۍ بیا نریٔ غوندې ښکاره شی ۔ چې څومره ېٔ فاصله زیاتیږی نو سپوږمۍ غټیږی ۔ پهٔ څوارلسم پوره غونډه مونډه شی ۔ دَ دې نه پس بیا پهٔ کمی شروع شی ۔ تر دې چې آخر کښې بیا لکه دَ کجورې دَ وچې کړسې څانګې پهٔ شان نریٔ پاتې شی ۔

لَا الشَّمْسُ یَنْۢبَغِیْ لَهَاۤ اَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَ لَا الَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِ١ؕ وَ كُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ۝۴۰

ترجمه: نهٔ دَ نمر نه دا کیږی چې لاندې کړی سپوږمۍ اؤ نهٔ شپه وړاندې کېدے شی دَ ورځې نه اؤ هر یو پهٔ یوه (خاصه) دائره کښې لانبو وهی ف۳۶

ف۳۶: دَ نمر بادشاهی دَ ورځې ده اؤ دَ سپوږمۍ دَ شپې ۔ دا نهٔ شی کېدے چې دَ سپوږمۍ دَ رڼا پهٔ وخت نمر راښکاره شی اؤ دَ سپوږمۍ رڼا ختم کړی ۔ یعنی دا نهٔ شی کېدے چې ورځ رامخکښې شی دَ شپې پهٔ څهٔ حصه قبضه وکړی اؤ یا شپه رامخکښې شی دَ ورځې څهٔ برخه لاندې کړی ۔ پهٔ کوم وخت اؤ کوم ملک کښې چې دَ شپې ورځې دپاره کومه اندازه مقرر شوے ده پهٔ هغې کښې هېڅ بدلی نهٔ راځی همېشه هم هغه شان وی ۔ هره یوه سیّاره پهٔ خپل مقرر مدار چکر وهی یوه ذره اخوا دېخوا کېدے نهٔ شی (چې پهٔ وختونو کښې څهٔ فرق راشی) سره دَ دې چې دومره تیز روان وی اؤ پهٔ داسې آزاده دنیا کښې روان وی چې هېڅ رکاوټ ورته نشته بیا هم دَ قدرت پهٔ مزی داسې سخت تړلی دی چې یوه ذره خوزېدے نهٔ شی نهٔ خپله لار بدلؤلے شی اؤ نهٔ رفتار کښې تیزی یا سستی راوستے شی ۔

آیا دا دَ دې واضح دلیل نهٔ دے چې دا ټوله کارخانه اؤ دَ دې کارخانې هره یوه پرزه دَ یو ډېر زبردست پوهه اؤ مدبّر ذات پهٔ قبضه اؤ قدرت خپل خپل کار کښې لګیا دی ۔ نو کوم ذات چې دا دومره لویه کارخانه چلوی اؤ داسې عظیمې تبدیلیٔ کوی هغهٔ ته دَ بنیادم غوندې کمزوری څیز دَ مرګ نه پس دوباره ژوندے کؤل څهٔ ګران دی؟

وَ اٰیَةٌ لَّهُمْ اَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِۙ۝۴۱

ترجمه: اؤ دوی دپاره دَ قدرت یوه نخښه دا ده چې مونږ راپورته کړو دَ دوی نسل پهٔ هغه ډکه کشتۍ کښې ۔

وَ خَلَقْنَا لَهُمْ مِّنْ مِّثْلِهٖ مَا یَرْكَبُوْنَ۝۴۲

ترجمه: اؤ جوړ مو کړل دوی ته دَ کشتۍ پهٔ شان څیزونه چې دوی پکښې سوریږی ۔ ف۳۷

ف۳۷: یعنی دَ حضرت نوحؑ پهٔ زمانه کښې چې عظیم طوفان راغلو نو الله تعالیٰ دَ نوحؑ دَ کشتۍ پهٔ برکت څهٔ بنیادم دَ طوفان نه بچ کړل ګنی ټول به غرق شوی وو ۔ هډو نسل به ختم وهٔ بیا ېٔ دَ هغې نه پس هم دَ هغې پهٔ نمونه درته کشتۍ اؤ جهازونه پهٔ اوبو کښې روان کړل چې تاسو ترېنه فائده اخلیٔ اؤ پهٔ خشکه ېٔ هم دغه قسم سورلۍ (لکه څاروی) درته پیدا کړل چې تاسو پرې خپله هم سورېږیٔ اؤ درانهٔ سامانونه پرې هم وړیٔ ۔

وَ اِنْ نَّشَاْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیْخَ لَهُمْ وَ لَا هُمْ یُنْقَذُوْنَۙ۝۴۳

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو ټول به غرق کړو بیا به ېٔ هېڅوک نهٔ اوری فریاد اؤ نهٔ به ېٔ (دَ دوبېدو نه) خلاصؤلې شی ،

اِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَ مَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ۝۴۴

ترجمه: مګر زمونږ پهٔ رحم اؤ دَ دوی کار چلؤل دی تر څهٔ وخته ۔ ف۳۸

ف۳۸: یعنی یو کمزوری غوندې بنیادم ته وګوریٔ څنګه خوفناکو سمندرونون کښې روان وی پهٔ کشتیو کښې مزلې کوی ۔ داسې طوفانی سمندرونه چې غټ غټ جهازونه ورته خسڼی هم نهٔ ښکاری کهٔ الله تعالیٰ وغواړی چې دا کشتۍ ډوبه کړی نو څوک ېٔ بچ کؤلے شی اؤ څوک ورته دَ سمندر پهٔ مینځ کښې امداد رسؤلے شی دا دَ هغه لوئے الله فضل اؤ احسان دے چې صحیح سالم مو خشکې ته وباسی ځکه چې دَ هغهٔ حکمت دا غواړی چې دَ دنیا کار دې تر یو مقرر وخته دغه شان روان وی ۔ خو افسوس دے چې ډېر خلق دَ قدرت پهٔ دې نښانو غور نهٔ کوی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو ورسره هېڅ قدر نشته ۔

وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّقُوْا مَا بَیْنَ اَیْدِیْكُمْ وَ مَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ۝۴۵

ترجمه: اؤ کوم وخت چې دوی ته ووئیلی شی ځان بچ کړیٔ دَ هغې نه چې تاسو ته وړاندې راځی اؤ دَ هغې نه چې وروستو درنه پاتی کیږی شاید چې پهٔ تاسو رحم وشی ۔

وَ مَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ۝۴۶

ترجمه: اؤ نهٔ راځی دوی ته دَ خپل رب دَ حکمونو نه هېڅ حکم چې دوی ېٔ شا ته نهٔ غورزوی ۔ ف۳۹

ف۳۹: مخکښې راتلونکے ده دَ جزا ورځ اؤ وروستو ترې پاتی کیږی خپل عملونه ۔ نو دوی ته چې کله ووئیلی شی دَ اعمالو دَ جزاء دَ ورځې نه وویرېږیٔ اؤ خپل عملونه سم کړیٔ ، دَ ناکاره کارونو نه ځان وساتیٔ چې الله تعالیٰ درباندې رحم وکړی اؤ دَ عذاب نه بچ شیٔ نو دوی دا نصیحت نهٔ اوری اؤ همېشه دَ الله دَ هر حکم نه مخ اړوی ۔ یو هم نهٔ منی ۔

وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ١ۙ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنُطْعِمُ مَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ اَطْعَمَهٗۤ١ۖۗ اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۴۷

ترجمه: اؤ کوم وخت چې ورته ووئیلی شی څهٔ خرچ کړیٔ (دَ الله پهٔ لار کښې) دَ هغې نه چې الله درکړی دی وائی منکران ایماندارو ته مونږ ولې وخورو پهٔ داسې کسانو چې کهٔ الله غوښتے نو خوراک به ېٔ ورکړے وهٔ ف۴۰ تاسو خو څرګنده ګمراهیٔ کښې پراتهٔ ییٔ ۔ ف۴۱

ف۴۰: یعنی نور احکام خو خود نهٔ منی چې خیر خیرات اؤ دَ غریبانو امداد چې دَ دوی پهٔ رواج هم ښهٔ کارونه دی کهٔ مؤمنان ورته چرته دَ دې کارونو دپاره ووائی نو هم ډېر پهٔ نخره ځواب ورکړی چې خپل رب ورته رزق نهٔ ورکوی نو مونږ ېٔ ورته ولې ورکړو ۔ مونږ خو دَ الله دَ رضا نه خلاف کار نهٔ شو کؤلے کهٔ دَ الله دوی ته رزق ورکؤل خوښ وې نو خپله به ېٔ ورکړے وهٔ دَ هغهٔ سره دَ څهٔ کمے دے ۔ چې الله فقیران پیدا کړی دی نو دَ هغهٔ به هم دغه شان خوښ وی ۔ مونږ ولې دَ الله دَ رضا خلاف کار وکړو ۔ دې احمقانو ته وګوریٔ ، الله تعالیٰ چا ته دَ آسمان نه رزق نه را اچوی خو دغه شان څهٔ سبب ورته جوړوی ۔ دوی ته ېٔ سبب جوړ کړے دے چې پهٔ مالدارو ېٔ دَ دوی امداد فرض کړے دے ، پهٔ دې کښې دَ مالدارو امتحان هم دے اؤ دَ فقیرانو دَ سبب هم دے ۔ کوم بدبخته چې پهٔ دې امتحان کښې فیل شو اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ ورکړی مال کښې ېٔ دَ غریبانو برخه حقدارو ته ونهٔ رسؤله هغهٔ ته دَ خپلې بدقسمتیٔ ژړا پکار ده ۔

تنبیه: ځنو مشرانو لیکلی دی چې دا آیت دَ ځنو زندیقانو پهٔ حق کښې نازل شوے دے ۔ پهٔ دې شکل کښې بیا دَ هغوی دا خبره دَ مسخرې اؤ نخرې پهٔ طریقه نهٔ ده بلکې حقیقت دے ۔ (دَ هغوی عقیده هم دا وه)

ف۴۱: کهٔ دا جمله دَ کفارو دَ قول تتمّه وی نو مطلب ېٔ دا دے چې اے مؤمنانو تاسو څرګند پهٔ غلطه ییٔ چې دَ داسې خلقو دَ روزیٔ غم کویٔ چا ته چې خپل رب خپله روزی نهٔ ورکوی ۔ لېکن ظاهره دا ده چې دا جمله دَ الله تعالیٰ دَ طرفه نهٔ ده اؤ کفارو ته خطاب دے چې تاسو چې داسې ګډې وډې خبرې کویٔ دا ستاسو څرګنده ګمراهی ده ۔ پهٔ غلطیو سر ییٔ ۔

وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۴۸

ترجمه: اؤ دوی وائی کله به وی دا وعده کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ۔ ف۴۲

ف۴۲: یعنی دا دَ قیامت اؤ عذاب دپکے به کله پوره کیږی کهٔ تهٔ رښتونے ئ نو اوس راباندې عذاب راوله ۔ (چې خبره خلاصه شی)

مَا یَنْظُرُوْنَ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً تَاْخُذُهُمْ وَ هُمْ یَخِصِّمُوْنَ۝۴۹

ترجمه: دوی خو بس انتظار کوی دَ هغې کریکې چې دوی راګېر کړی پهٔ داسې حالت کښې چې خپلو کښې پهٔ جګړه وی ،

فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ تَوْصِیَةً وَّ لَاۤ اِلٰۤی اَهْلِهِمْ یَرْجِعُوْنَ۠۝۵۰

ترجمه: بیا به طاقت نهٔ لری چې وصیت قدرې وکړی اؤ نهٔ به کور ته واپس تللې شی ۔ ف۴۳

ف۴۳: یعنی قیامت به ناڅاپی راځی ۔ خلق به پهٔ خپلو خپلو کارونو لګیا وی چې نا څاپه به شپېلۍ ووهلی شی نو ټول به یکدم بې هوشه شی اؤ بیا به مړهٔ شی ۔ دومره وخت به پکښې نهٔ وی چې کهٔ څوک چا ته څهٔ خبره کؤل غواړی چې هغه وکړې شی یا کهٔ څوک کور ته رسېدل غواړی چې ورسی ۔ نه بلکې هم پهٔ خپل خپل ځائې به ختم شی ۔

وَ نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَاِذَا هُمْ مِّنَ الْاَجْدَاثِ اِلٰی رَبِّهِمْ یَنْسِلُوْنَ۝۵۱

ترجمه: اؤ پوک به وهلی شی شپېلۍ نو سمدستی به دوی دَ خپلو قبرونو نه الله طرف ته پهٔ منډه روان وی ۔ ف۴۴

ف۴۴: چې دوباره شپېلۍ ووهلی شی نو ټول خلق به بیا ژوندی شی اؤ دَ خپلو خپلو قبرونو نه به راپورته شی ، فرښتې به ېٔ دَ حشر میدان ته راغونډ کړی ۔

قَالُوْا یٰوَیْلَنَا مَنْۢ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا١ؐٚۘ هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَ صَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ۝۵۲

ترجمه: وائی به هائے افسوس دا مونږ چا را پورته کړو دَ خوب دَ ځائې نه ف۴۵ دا هغه دَ رحمان وعده ده اؤ پېغمبرانو رښتیا وئیلی وو ۔ ف۴۶

ف۴۵: شاید چې دَ اولې شپېلۍ اؤ دویٔمې تر وخته وقفه به ورته دَ خوب غوندې وخت ښکاره شی یا دا چې دَ قیامت دَ هېبت ناک اؤ سخت حالت پهٔ وجه به ورته دَ قبر هغه زمانه دَ آرام اؤ راحت وخت ښکاره شی نو وائی به چې زمونږ دا آرام چا خراب کړو چې راپورته ېٔ کړو ۔ اؤ یا دَ مرقد معنٰی صرف دَ پریوتی ځائې دے دَ خوب معنٰی ترې وتې ده ۔ والله اعلم ۔

ف۴۶: دا ځواب به الله تعالیٰ پهٔ هغه وخت ورکړی ۔ اؤ یقینی مستقبل داسې دے لکه چې حاضر وی نو اوس ځواب ورکوی چې څهٔ تپوسونه کویٔ ۔ لږې سترګې وغړویٔ دا هغه ورځ ده چې الله اؤ دَ الله رسولﷺ ېٔ ورسره وعده کړے وه ۔

اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ۝۵۳

ترجمه: بس یو کریکه به وی اؤ سمدستی به ټول زمونږ طرف ته نیولی را روان وی ف۴۷

ف۴۷: یعنی هېڅوک به تښتېدې نهٔ شی ۔ اؤ نهٔ به چرته پټېدے شی ۔ فرښتې به ېٔ دَ حشر میدان ته تړلی راولی ۔

فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا وَّ لَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۵۴

ترجمه: نو پهٔ دغه ورځ به ظلم نهٔ کیږی پهٔ هېچا باندې یوه ذره اؤ هم هغه بدله به مومیٔ څهٔ چې مو کؤل ۔ ف۴۸

ف۴۸: یعنی نهٔ به دَ چا یوه ذره نیکی بربادیږی اؤ نهٔ به چا ته دَ جرم دَ اندازې نه زیاته سزا ورکؤلے شی ۔ پوره پوره انصاف به کیږی اؤ څهٔ نیک و بد کارونه چې ېٔ په دنیا کښې کړی وی هم هغه به ورته اوس خپله دَ عذاب اؤ ثواب پهٔ شکل کښې ښکاره شی ۔

اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَۚ۝۵۵

ترجمه: بېشکه جنّتیان به پهٔ دغه ورځ خپلو کښې پهٔ خبرو مشغول وی ،

هُمْ وَ اَزْوَاجُهُمْ فِیْ ظِلٰلٍ عَلَی الْاَرَآىِٕكِ مُتَّكِـُٔوْنَ۝۵۶

ترجمه: دغه جنّتیان اؤ دَ دوی ښځې به پهٔ یخ سیوری کښې پهٔ تختونو تکیه وهونکی ناست وی،

لَهُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّ لَهُمْ مَّا یَدَّعُوْنَۚۖ۝۵۷

ترجمه: دوی دپاره پهٔ دې جنّت کښې مېوې دی اؤ دوی دپاره پهٔ دې کښې دی څهٔ چې غواړی،

ف۴۹: پهٔ جنّت کښې به دَ آرام و راحت هر قسم سامان موجود وی ۔ دَ دنیا دَ غمونو نه به آزاد اؤ بې فکره وی ۔ مسلمانان نارینه اؤ ښځې به دَ ګورو ونو سیوریو لاندې پهٔ تختونو غټو غټو بالختونو ته تکیه وهلی بې غمه ناست وی ۔ خوږې خوږې خبرې به کوی ۔ هر قسم مېوې اؤ اعلیٰ خوراکونه به ورته حاضر وی ۔ ښائسته خدمتګار به ورته چست ولاړ وی ۔ خلاصه دا چې دَ جنّتیانو زړهٔ چې کوم قسم آرا م اؤ خوشحالی غواړی هر څهٔ به موجود وی دَ هېڅ څیز کمے به نهٔ وی ، هر خواهش به ېٔ پوره کیږی ۔ دا خو ېٔ دَ بدنی آرام حالت بیان شو ، مخکښې روحانی خوشحالیو ته پهٔ ” سَلٰمٌ١۫ قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ “ کښې اشاره شوے ده ۔

سَلٰمٌ١۫ قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ۝۵۸

ترجمه: سلام وئیل دی دَ خپل رب مهربان دَ طرفه ۔ ف۵۰

ف۵۰: یعنی دَ هغه مهربان پروردګار دَ طرف نه به پهٔ مؤمنانو سلام وئیلی شی دا سلام به دَ فرښتو پهٔ خلهٔ وی لکه چې دَ ابن ماجه حدیث دے یا دَ جنّتیانو دَ روحانی تسکین دپاره به ورته الله تعالیٰ خپله بې واسطې خطاب وکړی ۔ اؤ دا پهٔ حقیقت کښې یو ډېر لوئے اعزاز دے ۔

وَ امْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ۝۵۹

ترجمه: اؤ تاسو جدا شیٔ نن اے ګناهګارو ۔ ف۵۱

ف۵۱: یعنی دَ جنّتیانو پهٔ آرام اؤ راحت کښې ستاسو څهٔ برخه نشته ۔ ستاسو ځائې جدا دے هغې ته به ځیٔ ۔

اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ١ۚ اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌۙ۝۶۰

ترجمه: آیا ما درته نهٔ وو وئیلی اے دَ آدم اولاده چې مهٔ کویٔ دَ شیطان عبادت هغه ستاسو څرګند دښمن دے ،

وَّ اَنِ اعْبُدُوْنِیْ١ؔؕ هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ۝۶۱

ترجمه: اؤ دا چې خالص زما عبادت کویٔ هم دغه نېغه لار ده ۔ ف۵۲

ف۵۲: یعنی دَ دغې ورځې دپاره تاسو ته دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ بیا بیا خبردارے درکړې شوے وهٔ چې دَ شیطان پهٔ قدم مهٔ روانیږیٔ ۔ شیطان ستاسو څرګند دښمن دے ، دوزخ ته مو اچوی کهٔ دَ دې عذاب نه خلاصے غواړیٔ نو پهٔ سمه لاره روان شیٔ اؤ دَ یو الله عبادت شروع کړیٔ ۔

وَ لَقَدْ اَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِیْرًا١ؕ اَفَلَمْ تَكُوْنُوْا تَعْقِلُوْنَ۝۶۲

ترجمه: اؤ دهٔ خطا کړو پهٔ تاسو کښې ډېر مخلوق نو آیا تاسو کښې عقل نهٔ وهٔ ،

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ۝۶۳

ترجمه: دغه دے هغه دوزخ چې تاسو سره ېٔ وعده شوے وه ،

اِصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ۝۶۴

ترجمه: ور ننوځیٔ نن دَ خپل کفر پهٔ بدله کښې ۔ ف۵۳

ف۵۳: یعنی افسوس دے چې دومره نصیحتونو باندې هم تاسو پوهه نهٔ شویٔ اؤ شیطان دَ سمې لارې نه خطا کړیٔ نو تاسو کښې دومره عقل هم نهٔ وهٔ چې دَ دوست دښمن فرق مو کړے وې ۔ اؤ خپل نفع نقصان مو پېژندلے وې۔ دَ دنیا پهٔ کار کښې خو داسې هوښیار ویٔ چې یو پوټے نهٔ خطا کېدیٔ خو دَ آخرت دَ کار دپاره داسې کم عقل شویٔ چې پهٔ صفا صفا غټو غټو خبرو هم نهٔ پوهېږیٔ اوس دَ خپلو کارونو نتیجې ته تیار شیٔ ، دا هغه دوزخ دے چې دَ کافرو سره ېٔ وعده شوے وه ۔ دَ کافرو دغه ویره وه ۔ اوس خپلې ویرې ته ورشیٔ ۔

اَلْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلٰۤی اَفْوَاهِهِمْ وَ تُكَلِّمُنَاۤ اَیْدِیْهِمْ وَ تَشْهَدُ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۝۶۵

ترجمه: نن ورځ مونږ مهر لګوؤ دَ دوی پهٔ خلو باندې اؤ خبرې به کوی زمونږ سره دَ دوی لاسونه اؤ ګواهی به ورکوی دَ دوی ښپې پهٔ هغه عملونو چې دوی به کؤل ، ف۵۴

ف۵۴: یعنی نن کهٔ دوی پهٔ خلهٔ دَ خپل جرم اقرار نهٔ کوی نو زهٔ به ورله خلهٔ بنده کړم اؤ لاسونو ښپو اؤ نورو اندامونو ته به ېٔ حکم ورکړم چې څهٔ څهٔ مو کړی دی ټول بیان کړیٔ۔ نو هر یو اندام به خپل خپل جرم بیان کړی لکه بل ځائې چې ارشاد دے ۔ ”حَتّٰٓی اِذَا مَا جَآءُوْهَا شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ وَ اَبْصَارُهُمْ وَ جُلُوْدُهُمْ بِمَا کَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝“ (حٰمٓ السجده ، رکوع ۳)

اؤ بل ځائې ارشاد دے۔ قَالُوْۤا اَنْطَقَنَا اللہُ الَّذِیْۤ اَنْطَقَ کُلَّ شَیْءٍ۝ (حٰمٓ السجده ، رکوع ۳)

وَ لَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلٰۤی اَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَاَنّٰی یُبْصِرُوْنَ۝۶۶

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو ورکې به کړو دَ دوی سترګې بیا به منډې وهی لارې ته نو څنګه به ېٔ وینی ،

وَ لَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنٰهُمْ عَلٰی مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوْا مُضِیًّا وَّ لَا یَرْجِعُوْنَ۠۝۶۷

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو روان به کړو دَ دوی شکلونه پهٔ خپل خپل ځائې بیا به نهٔ وړاندې تللې شی اؤ نهٔ به واپس کېدے شی ۔ ف۵۵

ف۵۵: یعنی څنګه چې دوی زمونږ پهٔ آیتونو سترګې پټې کړی دی کهٔ مونږ وغواړو نو دَ دې جرم پهٔ سزا کښې به ترېنه دا ظاهری نظر واخلو ، پهٔ ټپو به شی لاره به نهٔ وینی هسې به اخوا دېخوا ټکرې وهی اؤ څنګه چې دا خلق دَ شیطان پهٔ لار روان دے اؤ دَ الله لارې ته نهٔ را اوړی نو زما دا قدرت شته چې بالکل ېٔ ګوډ کړم چې پهٔ ځائې کښینی هډو خوزېدې نه شی ۔ لېکن مونږ پهٔ دنیا کښې سزا ور نهٔ کړه دا زمونږ دَ طرف نه ورته یو مهلت اؤ دَ سوچ کؤلو دپاره موقع وه خو دوی ترېنه فائدہ وانهٔ خسته نو نن به ورباندې هغه اندامونه ګواهی ورکوی چې دې ظالمانو مونږ څنګه غلط ستعمال کړی یو اؤ څنګه څنګه جرمونه ېٔ راباندې کړی دی ۔

وَ مَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ١ؕ اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ۝۶۸

ترجمه: اؤ چا ته چې مونږ زیات عمر ورکړو اپوټه ېٔ کړو پیدائش ته نو آیا دوی نهٔ پوهیږی ۔ ف۵۶

ف۵۶: یعنی نظر اؤ لاس ښپې اخستل ګران کار مهٔ ګڼیٔ ۔ تاسو ګوریٔ نه چې یو مضبوط روغ رمټ سړے چې دَ ډېر عمر شی نو څنګه ېٔ دَ سترګو نظر لاړ شی ۔ غوږونه ېٔ کاڼهٔ شی ، لاس ښپې ېٔ بې کاره شی ۔ بیا دَ وړو پهٔ شان کمزورے اؤ بې طاقته شی لکه چې دَ ژوند ابتدائی حالت ته بیا واپس شی څنګه چې کمزورے پیدا شوے وهٔ هغه شان بې طاقته شی ۔ نو کوم الله چې پهٔ بوډاوالی کښې دَ بنده نه خپل ورکړی طاقتونه بیا اخلی پهٔ ځوانیٔ کښې ېٔ ترېنه اخستل څهٔ ګران دی؟

وَ مَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَ مَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ١ؕ اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ وَّ قُرْاٰنٌ مُّبِیْنٌۙ۝۶۹

ترجمه: اؤ مونږ نهٔ دے ښودلے هغهٔ (رسول) ته شعر اؤ نهٔ ورسره لائق دے دا خو خالص یو نصیحت دے اؤ قرآن دے صفا واضح ۔ ف۵۷

ف۵۷: یعنی دا مخکښې چې څهٔ بیان شو حقیقت دے ۔ څهٔ شاعرانه تخیّل نهٔ دے ۔ پېغمبرﷺ ته مونږ قرآن ورکړے دے چې دَ نصیحت اؤ روښانه تعلیم نه ډک دے ۔ څهٔ دَ شاعر دیوان نهٔ دے چې تش تور خیالات دی اؤ دَ بې فائدې خبرو نه ډک دے ۔ بلکې دَ پېغمبرﷺ مبارک فطرت دَ شاعریٔ نه داسې لرې ساتلے شوے وهٔ چې سره دَ دې چې پهٔ دې زمانه کښې دَ شعر و شاعریٔ ډېر زور وهٔ اؤ دَ قریشو دَ وچت خاندان وړو اؤ جینکیو به هم شعرونه وې ۔ لېکن رسول اکرمﷺ پهٔ خپل ټول عمر کښې چرته شعر نهٔ دے وئیلې ۔ البته کله کله دَ غزا پهٔ موقع ېٔ رجزیه جملې دَ مبارکې خلې نه وتی دی ۔ خو دې ته شعر و شاعری نهٔ شی وئیلې ۔ خپله خو ېٔ خود اشعار نهٔ وې چې دَ بل شاعر به ېٔ هم چرې پهٔ مجلس کښې دَ څهٔ خاص مطلب دپاره درے څلور موقعو باندې نهٔ وی وئیلې ۔ هغې کښې به ېٔ هم پهٔ هغه وخت څهٔ داسې تبدیلی وکړه چې دَ شعر شکل به ېٔ پاتې نهٔ شو ۔ البته دَ شاعر مطلب به واضح شو ۔ غرض دا چې دَ حضور اکرمﷺ طبیعت دَ شعر سره هډو مناسبت نهٔ لرلو ځکه چې دا څیز دَ هغهٔ دَ وچت مقام مناسب نهٔ وهٔ ۔ حضورﷺ خو دنیا ته دې دپاره راغلے وهٔ چې خلقو ته دَ ژوند اصل حقیقت وښیٔ اؤ څرګنده دَ چې حقیقت بیانؤل دَ شاعر کار نهٔ دے ۔ دَ شعر ښائست اؤ کمال خو نوے نوے خیال پهٔ نوی نوی رنګ پیش کؤل وی ډېر کمال اؤ ډېره مبالغه ۔ شعر چې څومره دَ حقیقت نه لرې یو وچت خیال اؤ دَ دروغو مبالغو نه ډک وی نو دومره خوندناک وی ۔ پهٔ شعر کښې کهٔ څهٔ صفت دے نو دا چې دَ خلقو پهٔ زړهٔ اثر کوی ۔ نو دا تاثیر دَ قرآن کریم پهٔ ښائسته نثر اؤ نوی نوی طرزِ بیان کښې دَ شعر نه زیات دے ۔ لکه چې دَ شعر نه اصل روح اخستے شوے وی اؤ پهٔ نثر کښې اچؤلے شوے وی ۔ ځکه خو ورته دَ عربو فصیحان اؤ بلیغان حیران وو ۔ نو چا به ورته شعر وې اؤ چا به وې شعر خو نهٔ دے نو جادو دے ځکه دومره اثری دے ۔ دې کم عقلو دومره فکر نهٔ کؤلو چې آیا دَ شعر اؤ جادو پهٔ بنیاد هم چرته دَ قومیت اؤ روحانیت داسې عظیم اؤ لازوال عمارت تعمیر شوے دے دَ کوم بنا چې قرآن کړے ده ۔ دا کار دَ شاعرانو نهٔ دے دَ پېغمبرانو دے چې دَ الله پهٔ حکم مړو زړونو ته ابدی ژوند ورکړی ۔ الله تعالیٰ عربو ته دَ دې وینا موقع ور نهٔ کړه چې حضور اکرمﷺ شاعر وهٔ ۔ شاعریٔ کښې ېٔ ترقی وکړه نو داسې لازوال نثر ېٔ جوړ کړو اؤ دَ شاعر نه نبی شو ۔

لِّیُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَیًّا وَّ یَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ۝۷۰

ترجمه: چې ویریږی هغه څوک چې پکښې ساه وی اؤ ثابت شی الزام پهٔ منکرانو ۔ ف۵۸

ف۵۸: یعنی کهٔ دَ چا زړهٔ کښې څهٔ ژوند وی اؤ عقل فکر لری نو دَ قرآن پهٔ نصیحت به عمل وکړی اؤ پهٔ منکرانو به حجّت پوره شی ۔

شاه صاحبؒ لیکلی دی چې پهٔ چا کښې ساه وی یعنی نیک اثر قبلؤلے شی دَ هغهٔ دَ فائدې دپاره اؤ پهٔ منکرانو دَ الزام کره کؤلو دپاره دا قرآن نازل شوے دے ۔ (چې بیا څهٔ عذر نهٔ شی پیش کؤلے چې مونږ خبر نهٔ وو)

اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِّمَّا عَمِلَتْ اَیْدِیْنَاۤ اَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مٰلِكُوْنَ۝۷۱

ترجمه: آیا دوی نه وینی چې مونږ جوړ کړی دی دوی دپاره پهٔ خپلو لاسونو جوړ کړی څیزونو کښې څاروی بیا دوی دَ هغې څارویو مالکان دی ۔ ف۵۹

ف۵۹: دَ تنزیلی آیتونو نه پس اوس تکوینی آیتونو ته توجه اړوی یعنی یو طرف ته دَ قرآن نصیحت واؤریٔ غور پرې وکړیٔ اؤ بل طرف ته دَ قدرت پهٔ دې نعمتونو غور وکړیٔ چې الله تعالیٰ درلره دَ خپل قدرت پهٔ لاسونو څاروی جوړ کړل بیا ېٔ تاسو دَ هغې مالکان کړیٔ کهٔ خرڅویٔ ېٔ اؤ کهٔ کوم قسم کار ترېنه اخلیٔ ۔

وَ ذَلَّلْنٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوْبُهُمْ وَ مِنْهَا یَاْكُلُوْنَ۝۷۲

ترجمه: اؤ تابع کړی مو دی دا څاروی دوی دپاره نو پهٔ ځنو خو دوی سورلی کوی اؤ ځنې خوری ۔

وَ لَهُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَ مَشَارِبُ١ؕ اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ۝۷۳

ترجمه: اؤ دوی دپاره پهٔ څارویو کښې ډېرې فائدې دی اؤ دَ اوبو څښلو ګودرونه نو بیا دوی ولې شکر نهٔ کوی ۔ ف۶۰

ف۶۰: وګوریٔ الله تعالیٰ څومره غټ غټ اؤ طاقتور څاروی دَ کمزوری بنیادم دپاره تابع کړی دی ، چې څهٔ کار ترې اخلی اخستے شی ۔ یو وړوکے ماشوم دَ سوؤنو اوښانو دَ قطار مهار ونیسی اؤ چې کوم طرف ته ېٔ زړهٔ وی اخوا ېٔ روان کړی ، پهٔ ځنو څارویو بنیادم سورلی کوی ، درانهٔ پیټی پرې وړی اؤ ځنی ذبحه کړی غوښه ېٔ خوری ۔ دَ څرمنې ، هډوکی اؤ وړیٔ نه ېٔ نورې فائدې اخلی ۔ دَ پیو څاروی څهٔ دی دَ پیو روانې چینې دی ۔ څومره بنیادم ترې فائدې اخلی لېکن شکر کؤنکی پکښې ډېر کم دی ۔

وَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لَّعَلَّهُمْ یُنْصَرُوْنَؕ۝۷۴

ترجمه: اؤ نیسی دوی دَ الله نه غیر نور معبودان چې شاید دَ دوی امداد وکړی،

لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَهُمْ١ۙ وَ هُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُّحْضَرُوْنَ۝۷۵

ترجمه: نهٔ شی کؤلے (دغه باطل معبودان) دَ دوی امداد اؤ دوی به لښکرې تړلی راوستې شی ۔ ف۶۱

ف۶۱: یعنی الله ورسره دومره احسان وکړو، دومره نعمتونه ېٔ ورکړل نو تاسو ورسره دَ دغې احسان پهٔ بدل کښې دا وکړهٔ چې دَ دروغو شریکان مو ورته پیدا کړل ، پهٔ دې خیال چې دا به مو پهٔ سخته کښې پکار شی ۔ نو یاد لریٔ چې کوم ځائې تاسو ته دَ امداد ضرورت وی هلته (یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ) به مو دا شریکان هېڅ امداد نهٔ شی کؤلے ۔ دَ ستاسو امداد څهٔ چې خپل ځان به هم نهٔ شی خلاصؤلے اؤ دَ خپل لښکر (تابعدارو سره به تړلی راوستے شی) نو هلته به کافرو ته پته ولګی چې دَ چا په سر مو جنګونه کؤل هغوی خو هېڅ خیر رانهٔ کړې شو ۔

فَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ١ۘ اِنَّا نَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَ مَا یُعْلِنُوْنَ۝۷۶

ترجمه: نو تهٔ مهٔ خفه کېږه دَ دوی پهٔ خبرو مونږ ته معلوم دی څهٔ چې دوی پټوی اؤ څهٔ چې ښکاره کوی ۔ ف۶۲

ف۶۲: رسول اللهﷺ ته تسلّی ده چې زما سره دَ دې منکرانو دا حال دے نو تهٔ خو دَ دوی پهٔ خبرو اؤ مخالفت بالکل مهٔ خفه کېږه ۔ تهٔ خپل تبلیغ کوه اؤ دَ دوی کار ما ته حواله کړه ۔ زهٔ دَ دوی دَ پټو اؤ څرګندو ټولو حالونو نه ښهٔ خبر یم ، دَ یو یو څیز به پوره پوره بدله ورکؤم ۔

اَوَ لَمْ یَرَ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ۝۷۷

ترجمه: آیا بنیادم نهٔ ګوری چې مونږ دې پیدا کړو دَ یو څاڅکی اوبو نه نو اوس شو دې ډېر جګړمار ، ف۶۳

ف۶۳: یعنی بنیادم دومره کبر اؤ لوئی کوی اؤ خپل اصل ته فکر نهٔ کوی چې دې څهٔ شے دے؟ یو څاڅکې اوبهٔ وې سپکې بې حیثیته ۔ الله تعالیٰ ترېنه انسان جوړ کړو ۔ عقل فکر اؤ دَ خبرو طاقت ېٔ ورکړو نو دې اوس دې حد ته ورسېدو چې دَ الله سره جګړې ته تیار شو ۔

وَ ضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَّ نَسِیَ خَلْقَهٗ١ؕ قَالَ مَنْ یُّحْیِ الْعِظَامَ وَ هِیَ رَمِیْمٌ۝۷۸

ترجمه: اؤ جوړوی پهٔ مونږ پورې یو متل اؤ هېر ېٔ کړو خپل پیدائش ، اؤ وائی څوک به ژوندی کړی هډوکی چې وراستهٔ شوی وی ۔ ف۶۴

ف۶۴: ګورې نه څنګه دَ الله مقابلې ته ودریږی ۔ الله هم دَ ځان پهٔ شان یو کمزورے مخلوق ګڼی اؤ وائی چې کله دَ بنیادم هډوکی وراستهٔ شی اؤ خاورې ایرې شی نو څوک به ېٔ دوباره ژوندی کړی ۔ دَ داسې وینا پهٔ وخت دې خپل پیدائش ته فکر نهٔ کوی ، ګنی داسې خبرې به ېٔ نهٔ کؤلے ۔ کهٔ خپل پیدائش باندې ېٔ غور کړے وې نو دَ دې سوال ځواب به ورته خپله معلوم شوے وهٔ ۔ مخکښې آیت کښې ځواب ورکؤلے شی ۔

قُلْ یُحْیِیْهَا الَّذِیْۤ اَنْشَاَهَاۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ١ؕ وَ هُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِیْمُۙ۝۷۹

ترجمه: تهٔ ورته ووایه ژوندی به ېٔ کړی هغه ذات چا چې جوړ کړی دی اول ځل ، اؤ هغهٔ ته هر قسم جوړؤل ښهٔ ورځی ۔ ف۶۵

ف۶۵: چا چې پهٔ وړومبی ځل دا هډوکی پیدا کړی دی اؤ ساه ېٔ پکښې اچؤلے ده هم هغه به ېٔ دوباره ژوندی کوی ۔ یو شے دویٔم ځل جوړؤل خو دَ وړومبی ځل نه آسان وی (وَ هُوَ اَهْوَنُ عَلَیْهِ) اؤ دغه قادر مطلق ته خو هر کار آسان دے ۔ هر شے پیدا کؤلے شی اؤ هر وخت وړومبی ځل وی کهٔ دویٔم ځل هغه ېٔ هر شان جوړؤلے شی ۔ کهٔ دَ هډوکو ذرې خورې ورې شوی وی نو هغهٔ ته یوه یوه ذره معلومه ده بیا به ټولې راغونډې کړی ۔

اِ۟لَّذِیْ جَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الشَّجَرِ الْاَخْضَرِ نَارًا فَاِذَاۤ اَنْتُمْ مِّنْهُ تُوْقِدُوْنَ۝۸۰

ترجمه: هغه ذات چا چې جوړ کړو تاسو دپاره دَ شنې ونې نه اور نو اوس تاسو دَ هغې نه اور بلویٔ ف۶۶

ف۶۶: یعنی اول ېٔ دَ اوبو نه شنې تازه ونې پیدا کړې ، بیا ېٔ هغه وچې کړې خشاک ېٔ ترې جوړ کړو چې تاسو ېٔ بلویٔ اؤ ځان پرې تودویٔ نو کوم ذات چې داسې متضاد صفات بدلؤلے رابدلؤلے شی هغهٔ ته دَ یو څیز مرګ اؤ ژوند بدلؤل څهٔ ګران دی؟

تنبیه: ځنو مفسرانو دلته دَ شنې ونې نه خاص هغه ونه مراد کړے ده دَ کومې شین لرګے چې یو بل سره پهٔ مښلو اور اخلی لکه دَ باڼس لرګے یا پهٔ عربو کښې دَ مرؔح اؤ عفار ونې ۔

اَوَ لَیْسَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ١ؐؕ بَلٰی١ۗ وَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ۝۸۱

ترجمه: آیا هغه ذات چې جوړ کړی ېٔ دی آسمانونه اؤ زمکه پهٔ دې قادر نهٔ دے چې جوړ کړی دَ دوی پهٔ شان (معمولی شے) ولې نه (ضرور قادر دے) اؤ هم هغه دے اصل جوړؤنکے پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر ۔ ف۶۷

ف۶۷: یعنی کوم پاک ذات چې دَ آسمانونو اؤ زمکې غوندې غټ غټ څیزونه پیدا کړی دی هغهٔ ته دَ بنیادم غوندې وړوکے څیز پیدا کؤل څهٔ ګران دی؟

اِنَّمَاۤ اَمْرُهٗۤ اِذَاۤ اَرَادَ شَیْـًٔا اَنْ یَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ۝۸۲

ترجمه: دَ هغهٔ حکم خو دغه دے چې کله یو شے کؤل غواړی نو ورته ووائی شه اؤ پهٔ هغه وخت وشی ۔ ف۶۸

ف۶۸: یعنی دَ یو وړوکی یا غټ څیز پهٔ وړومبی ځل یا دویٔم ځل پیدا کؤلو دَ هغهٔ وخت څهٔ لګی ۔ هغه خو چې دَ کوم څیز دَ پیدا کؤلو اراده وکړی ووائی چې پیدا شه بس پهٔ هغه وخت پیدا وی یو سیکنډ وروستو والے پکښې نهٔ راځی ۔ دا آیت چې دَ مخکښې آیت سره یو ځائې شی نو دا وئیلی شی چې اول آیت کښې دَ بدن پیدا کؤلو ته اشاره ده اؤ پهٔ دویٔم کښې دَ روح اچؤلو بیان دے ۔ دَ تفصیل دپاره پهٔ سورتِ بنی اسرائیل کښې دَ روح بحث وګوریٔ ۔

فَسُبْحٰنَ الَّذِیْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۠۝۸۳

ترجمه: نو پاک دے هغه ذات دَ چا پهٔ لاس کښې چې حکومت دے دَ هر څیز اؤ هم هغهٔ ته به راګرځیٔ ۔ ف۶۹

ف۶۹: یعنی اعلیٰ اؤ برتر ذات دَ چا پهٔ لاس کښې چې اوس هم دَ پورته اؤ ښکته تمام مخلوق اختیار دے اؤ بیا به هم هغهٔ ته راغونډیږی هغه دَ هر قسم عیب اؤ نقص نه پاک دے ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَۃُ الصّٰٓفّٰتِ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ مِائَۃٌ وَّاثْنَتَانِ وَ ثَمَانُوْنَ اٰیَۃً وَّ خَمْسُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ صافات پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے پهٔ دې کښې یو سل دوه اتیا آیتونه اؤ پنځهٔ رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

وَ الصّٰٓفّٰتِ صَفًّاۙ۝۱

ترجمه: قسم دے پهٔ صف تړونکیو (فرښتو) قطار قطار ف۱

ف۱: کوم چې قطار قطار صفونه ولاړ وی ۔ فرښتې وی چې دَ الله حکم اورېدو ته پهٔ خپل ځائې درجه پهٔ درجه ولاړې وی اؤ کهٔ نیک بندیان عبادت ته پهٔ صفونو کښې ولاړ وی پهٔ نمانځهٔ کښې وی کهٔ پهٔ جهاد کښې ۔

تنبیه: قسم دَ تاکید دپاره خوړې شی اکثر دَ منکر پهٔ مقابله کښې استعمالیږی لېکن کله کله دَ یوې خبرې دَ اهتمام اؤ زیاتی توجه ورکؤلو دپاره هم استعمالیږی اؤ دَ قرآن کریم پهٔ قسمونو کښې فکر کؤلو نه معلومیږی چې پهٔ دې کښې اکثر مقسم بهٖ دَ مقسم علیہ دپاره دَ دلیل اؤ شاهد پهٔ طور راځی ۔ (والله اعلم)

فَالزّٰجِرٰعتِ زَجْرًاۙ۝۲

ترجمه: بیا پهٔ شړونکیو (دَ شیطانانو) پهٔ رټلو رټلو ف۲

ف۲: یعنی هغه فرښتې چې شیطانان پهٔ رټلو زغلوی چې دَ فرښتو خبرې وانهٔ وری یا هغه فرښتې چې نیکان دَ غلطیٔ نه بچ کوی یا هغه نیک بندیان چې خپله هم بدی نهٔ کوی اؤ نور خلق هم منع کوی اؤ خاص هغه بندیان چې دَ جهاد میدان کښې پهٔ کافرو چغې وباسی ۔

فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًاۙ۝۳

ترجمه: بیا پهٔ لوستونکیو پهٔ ذکر کؤلو ف۳

ف۳: یعنی هغه فرښتې یا نیک بندیان چې دَ الله کلام واؤری نو یاد ېٔ کړی اؤ بیا ېٔ لولی اؤ نورو خلقو ته ېٔ ښیٔ ۔

اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌؕ۝۴

ترجمه: چې بېشکه معبود ستاسو ټولو هم یو دے ۔ ف۴

ف۴: بېشکه پهٔ آسمان کښې فرښتې اؤ پهٔ زمکه دَ الله نیک بندیان پهٔ ژبه اؤ پهٔ عمل هر وخت دا شهادت ورکوی چې دَ ټول مخلوق مالک اؤ معبود یو دے اؤ مونږ هم دَ هغهٔ تابعدار یو ۔

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا وَ رَبُّ الْمَشَارِقِؕ۝۵

ترجمه: چې رب دے دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ څهٔ چې دَ دې زمکې اؤ آسمانونو ترمینځه دی اؤ رب دے دَ مشرقونو ۔ ف۵

ف۵: دَ شمال نه جنوب پورې یو طرف ته مشرقونه دی ۔ هره ورځ نمر پهٔ بیله نکته راښکاره کیږی اؤ دغه شان ستوری هم نو دَ هرې ورځې جدا جدا مشرق دے اؤ هم دغه شان بل طرف ته هره ورځ پهٔ جدا جدا نکته ډوبیږی نو دومره مغربونه هم دی ۔ دلته دَ مغرب ذکر نهٔ دے شوے ځکه چې دَ مشرق پهٔ مقابله کښې مغرب خپله ذهن ته راځی اؤ بل پهٔ یو حیثیت سره دَ نمر اؤ ستوریو پهٔ راختو کښې دَ الله تعالیٰ دَ حکومت شان اؤ عظمت دَ غروب پهٔ نسبت زیات واضح دے ۔ (والله اعلم)

اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ اِ۟لْكَوَاكِبِۙ۝۶

ترجمه: مونږ ښائست ورکړے دے نژدے آسمان ته یو ښائست چې ستوری دی ۔ ف۶

ف۶: یعنی دَ شپې توره تیارهٔ کښې آسمان پهٔ ځلېدونکیو ستوریو ښائسته ښکاری اؤ خوند کوی ۔

وَ حِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍۚ۝۷

ترجمه: اؤ ساتلے مو دے (دا آسمان) پهٔ ساتنې سره دَ هر سرکش شیطان نه ف۷

ف۷: یعنی پهٔ ستوریو آسمان هم ښائسته ښکاری اؤ دَ ځنو ستوریو نه دَ شیطانانو دَ شړلو کار هم اخستے شی ۔ آیا دا منډه وهونکی ستوری دَ رڼا کؤنکیو ستوریو نه علاوه څهٔ بیل قسم ستوری دی اؤ کهٔ دَ هم دغه ستوریو دَ شغلو نه یوه تېزه لنبه جوړیږی اؤ کهٔ دَ دغه ستوریو نه څهٔ ټوټې را بیلیږی دَ دې متعلق دَ عالمانو اؤ فلسفیانو ګڼ اقوال دی ۔ بهرحال حقیقت هر څهٔ چې وی خو دومره یقینی ده چې دَ شیطانانو شړلو کار ورکوی ۔ دَ دې څهٔ تفصیل دَ سورتِ حجر پهٔ فوائدو کښې تېر شوے دے هغه وګوریٔ ۔

لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَ یُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍۗۖ۝۸

ترجمه: نهٔ شی اودرېدې (خبرې) دَ پورته مجلس اؤ راغوزؤلے شی پرې دَ هر اړخ نه ۔ ف۸

ف۸: دَ وچت مجلس نه مراد دَ فرښتو مجلس دے ۔ یعنی دَ شیطانانو دا طاقت نشته چې دَ فرښتو مجلس ته ورسی اؤ (دَ الله دَ طرف نه چې فرښتو ته څهٔ حکمونه دَ دنیا دَ کار متعلق کیږی) هغه واؤری (اؤ خپلو کاهنانو ته ېٔ ورسوی) کله کهٔ داسې نیت وکړی اؤ آسمان ته دَ ختو کوشش کوی ۔ نو کوم طرف ته چې ځی دَ هغې طرف نه ېٔ فرښتې پهٔ دیکو دیکو ښکته را وغورزوی ۔

دُحُوْرًا وَّ لَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌۙ۝۹

ترجمه: دَ شړلو دپاره اؤ پهٔ دوی عذاب دے دَ همېشه دپاره ۔ ف۹

ف۹: یعنی پهٔ دنیا کښې به هم همېشه دغه شان دیکې خوری اؤ دَ آخرت عذاب خو ېٔ بیل دے ۔

اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ۝۱۰

ترجمه: مګر دا کهٔ غوټه ووهی یوه غوټه نو ژر ورپسې شی یوه ځلنده سروټکه ۔ ف۱۰

ف۱۰: یعنی پهٔ دغه منډه رامنډه کښې چې دې بره خیژی اؤ فرښتې ېٔ راغوزوی کهٔ چرته ېٔ څهٔ یوه نیمه خبره تر غوږو شی نو فرښتې ورپسې شهابِ ثاقب را خوشې کړی اؤ پهٔ هغه ځائې ېٔ وسوزی ۔ دَ دې تفصیل پهٔ سورتِ حجر کښې تېر شوے دے ۔

فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا١ؕ اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ۝۱۱

ترجمه: اوس وپوښته دوی آیا دَ دوی جوړؤل ګران دی اؤ کهٔ دا څومره مخلوق چې مونږ جوړ کړے دے ، ف۱۱ مونږ جوړ کړی دی دوی دَ یو سلیخناکې خټې نه ۔ ف۱۲

ف۱۱: یعنی څوک چې دَ دوباره ژوند انکار کوی هغهٔ نه تپوس وکړه چې آیا دا دومره عجیبه مخلوق ، آسمانونه ، زمکه ، نمر ، سپوږمۍ ستوری ، فرښتې اؤ پېریان پیدا کؤل ګران کار دے اؤ کهٔ دَ کمزوری بنیادم دوباره ژوندی کؤل ګران دی ۔ کوم ذات چې دا دومره عجیبه مخلوق پیدا کؤلے شی هغه بنیادم هم دوباره یقینًا ژوندے کؤلے شی ۔

ف۱۲: یعنی مونږ ته دَ انسان اصل حقیقت معلوم دے چې دَ څهٔ نه جوړ شوے دے ۔ بنیادم دَ یو سلیخناکې خټې نه جوړ شوے دے نو څنګه چې مو اول دَ خټې نه جوړ کړے دے دغه شان ېٔ دوباره جوړؤل هم څهٔ ګران کار نهٔ دے ۔ هم دَ دغې خاورې نه به ېٔ بیا راپورته کړو ۔

بَلْ عَجِبْتَ وَ یَسْخَرُوْنَ۪۝۱۲

ترجمه: بلکې تهٔ حیرانېږې اؤ دوی مسخرې کوی ۔ ف۱۳

ف۱۳: یعنی تهٔ پهٔ دې حیران ئ چې داسې صفا اؤ واضحه خبره باندې دوی څنګه نهٔ پوهیږی اؤ دوی مسخرې کوی چې دا نبی څنګه ناشنا خبرې کوی ۔

وَ اِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ۪۝۱۳

ترجمه: اؤ چې نصیحت ورته کؤلے شی نو فکر ورته نهٔ کوی ،

وَ اِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ۪۝۱۴

ترجمه: اؤ کله چې ووینی (دَ قدرت) څهٔ نخښه نو خندا ورپورې کوی ،

وَ قَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌۚۖ۝۱۵

ترجمه: اؤ وائی نور هېڅ نهٔ دی دا خو یو څرګند جادو دے ۔ ف۱۴

ف۱۴: یعنی نصیحت ته خو غوږ نهٔ ږدی سوچ پرې نهٔ کوی اؤ چې معجزه ووینی نو هغې ته جادو وائی اؤ پهٔ خندا ېٔ واړوی ۔

ءَاِذَا مِتْنَا وَ كُنَّا تُرَابًا وَّ عِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَۙ۝۱۶

ترجمه: آیا کله چې مونږ مړهٔ شو اؤ خاورې اؤ هډوکی شو نو آیا بیا به پورته کؤلے شو؟

اَوَ اٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَؕ۝۱۷

ترجمه: آیا زمونږ مشران پلرونه نیکونه به هم (پورته کؤلے شی) ۔ ف۱۵

ف۱۵: هم هغه شان ېٔ یوه خبره نیؤلې ده چې مونږ مړهٔ شو اؤ خاورې شو نو بیا به څنګه ژوندی شو اؤ زمونږ پهٔ مشرانو خو زمانې تېرې دی دَ هغوی خو به چرته هډوکی هم نهٔ وی پاتی هغه به هم خاؤرو سره خاورې شوی وی ۔ نو مونږ دا څنګه ومنو چې دَ دې خاورو نه به بیا ژوندے بنیادم جوړ شی ۔

قُلْ نَعَمْ وَ اَنْتُمْ دَاخِرُوْنَۚ۝۱۸

ترجمه: تهٔ ورته ووایه اؤ! تاسو به ذلیله کېږیٔ ،

فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ۝۱۹

ترجمه: نو دا پورته کؤل خو بس یوه چغه ده اؤ بیا به دوی یو بل ته ګوری، ف۱۶

ف۱۶: یعنی تهٔ ورته ووایه چې ضرور به پورته کیږیٔ اؤ دَ خپل عمل سزا به مومیٔ ۔ خوار اؤ ذلیل به شیٔ ۔

وَ قَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ۝۲۰

ترجمه: اؤ وائی به هائے زمونږه بده شامته دَ بدلے ورځ خو دا ده راغله ۔ ف۱۷

ف۱۷: یعنی پهٔ یوه چغه به سمدستی ټول راپورته شی یو بل ته به ګوری ، پهٔ هیبت اؤ حیران به وی چې دا څهٔ وشو ۔ (دا چغه به دَ اسرافیلؑ دَ شپېلۍ آواز وی)

هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ۠۝۲۱

ترجمه: دا هغه دَ فیصلې ورځ ده چې تاسو به دروغ ګڼله ۔ ف۱۸

ف۱۸: وائی به چې ویٔ دا خو رښتیا دَ جزاء ورځ راغله چې پېغمبرانو به یادؤله اؤ مونږ به ورپورې خندل ۔

اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَ اَزْوَاجَهُمْ وَ مَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَۙ۝۲۲

ترجمه: راغونډ کړیٔ دا ټول ګناهګار اؤ دَ دوی جوړې اؤ دَ چا چې دوی عبادت کؤلو ۔ ف۱۹

ف۱۹: دا حکم به دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه (فرښتو) ته وشی ۔

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ۝۲۳

ترجمه: دَ الله نه غیر بیا ېٔ روان کړیٔ دَ دوزخ پهٔ لار ۔ ف۲۰

ف۲۰: فرښتو ته به حکم وشی چې ټول راغونډ کړیٔ اؤ دوزخ ته ېٔ روان کړیٔ ۔

تنبیه: دَ ازواج نه مراد دَ یو قسم ګناهګارو جوړې دی یا دَ کافرانو ښځې چې هغوی به هم ورسره دوزخ ته ځی اؤ دَ ”مَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللهِ“ نه مراد هغه بتان یا شیطانان دی دَ چا پهٔ لمسه چې ېٔ دَ بتانو عبادت کؤلو ۔

وَ قِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَۙ۝۲۴

ترجمه: اؤ ولاړ ېٔ وساتیٔ دَ دوی نه تپوس کؤل دی ۔ ف۲۱

ف۲۱: دوزخ ته دَ بوتللو دَ حکم نه پس به لږ ایسار کړې شی اؤ دغه تپوس به ترې کیږی کوم چې مخکښې آیت کښې راځی ۔

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ۝۲۵

ترجمه: پهٔ تاسو څهٔ وشو چې دَ یو بل امداد نهٔ کویٔ ،

بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ۝۲۶

ترجمه: بلکې نن خو دوی ځان خپله حواله کوی ۔ ف۲۲

ف۲۲: یعنی تاسو خو به پهٔ دنیا کښې وې ”نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ“ (مونږ ګڼ یو دَ یو بل امداد به کوؤ) نو نن درباندې څهٔ وشو چې دَ یو بل امداد نهٔ کویٔ ۔ (اوس خو دَ یو بل امداد وکړیٔ ځانونه خلاص کړیٔ کنه)

وَ اَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ۝۲۷

ترجمه: اؤ مخ ېٔ واړؤلو یو بل ته تپوسونه به ېٔ کؤل ،

قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ۝۲۸

ترجمه: وئیل به ېٔ هم تاسو خو وېٔ چې راتلیٔ به پهٔ مونږ دَ ښی اړخ نه ۔ ف۲۳

ف۲۳: یمن ښی لاس ته وئیلی شی اؤ ښی لاس کښې زور زیات وی ۔ مطلب دا چې تاسو به راباندې راختیٔ اؤ پهٔ زور به مو دَ ایمان راوړو نه منع کؤلو ۔ دا خبرې به سرداران زورور اؤ دَ هغوی تابع کمزوری پهٔ خپلو کښې کوی اؤ پهٔ یو بل به الزام لګوی ۔

قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَۚ۝۲۹

ترجمه: هغوی به وائی داسې نهٔ ده بلکې تاسو خپله نهٔ ویٔ یقین کؤنکی ،

وَ مَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ١ۚ بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ۝۳۰

ترجمه: اؤ زمونږ پهٔ تاسو څهٔ زور نهٔ وهٔ بلکې تاسو ویٔ دَ حد نه وتی سرکشه قوم ،

فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ١ۖۗ اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ۝۳۱

ترجمه: نو ثابته شوه پهٔ مونږ زمونږ دَ رب خبره بېشکه مونږ به (دَ عذاب) خوند اخلو ،

فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ۝۳۲

ترجمه: مونږ ګمراه کړیٔ تاسو څنګه چې خپله ګمراه وو ف۲۴

ف۲۴: یعنی ایمان مو خپله نهٔ راؤړو اؤ اوس الزام پهٔ مونږ لګویٔ ۔ مونږ تاسو پهٔ زور خو نهٔ شویٔ منع کؤلے ، نهٔ دَ ستاسو پهٔ زړونو کښې ننوتے شو ، پهٔ خپله دَ عقل اؤ انصاف دَ حدونو نه بهر وتی ویٔ ۔ دَ بې غرضه ناصحانو خبرې مو نهٔ منلے اؤ داسې مو دَ عقل سره ډزې وې چې زمونږ خبرې مو منلې ۔ نو مونږ چې خپله پهٔ کومه لاره روان وو هغه مو تاسو ته هم وښودله ۔ اؤ دَ یو ګمراه نور کار څهٔ وی خو بل هم ګمراه کوی نو مونږ خو دَ خپل حال مناسب کار کؤلو خو پهٔ تاسو څهٔ شوی وو چې عقل فکر نه مو کار نهٔ اخستو اؤ زمونږ پهٔ خبرو خطا کېدیٔ ۔ بهرحال څهٔ چې کېدل هغه وشو ۔ پهٔ مونږ خو دَ الله هغه قول صادق شو (چې دوزخ به دَ بنیادمو اؤ شیطانانو نه ډکؤم) نن به ټول دَ خپل عمل خوند څکو ۔

فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ۝۳۳

ترجمه: نو نن دا ټول پهٔ تکلیف کښې شریک دی ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی ټول مجرمان دَ خپلې درجې مناسب پهٔ عذاب کښې شریک دی څنګه چې پهٔ جرم کښې شریک وو ۔

اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ۝۳۴

ترجمه: مونږ هم دغه شان کوؤ دَ ګناهګارو سره ،

اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ١ۙ یَسْتَكْبِرُوْنَۙ۝۳۵

ترجمه: دوی (داسې) وو چې کله به ورته چا ووې دَ یو الله عبادت کویٔ نو دوی به لوئی کوله ۔ ف۲۶

ف۲۶: یعنی دوی خپل کبر اؤ غرور دې ته نهٔ پریږدی چې دَ نبی پهٔ خلهٔ دَ توحید کلمه ووائی کهٔ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ حق منی هم ۔

وَ یَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍؕ۝۳۶

ترجمه: اؤ وئیل به ېٔ آیا مونږ خپل معبودان پریږدو دَ یو شاعر لیونی پهٔ وینا ،

بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَ صَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ۝۳۷

ترجمه: داسې نهٔ ده بلکې هغهٔ راؤړے دے تاسو ته حق دین اؤ رښتونی ګڼی ټول رسولان ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی دَ شاعرانو دروغ څرګند دی نو تاسو داسې رښتونی بنده ته شاعر څنګه واییٔ ۔ څوک چې خپله هم رښتونے دے اؤ دَ ټولو رښتونو پېغمبرانو تصدیق هم کوی ، یو سودائی لېونې چرته داسې پخې اؤ رښتونی خبرې کؤلے شی؟

اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِۚ۝۳۸

ترجمه: بېشکه تاسو به خوند څکیٔ دَ دردناک عذاب،

وَ مَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَۙ۝۳۹

ترجمه: اؤ هم هغه بدله به مومیٔ څهٔ چې تاسو کؤل ۔ ف۲۸

ف۲۸: یعنی دَ توحید نه انکار اؤ دَ الله دَ رسولﷺ سره ګستاخی کؤلو سزا به یوه ورځ څکیٔ ، خلاصې مو نشته ۔

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ۝۴۰

ترجمه: مګر کوم چې دَ الله بندیان دی غوره ف۲۹

ف۲۹: یعنی دَ مخلصانو بندیانو به څهٔ تپوس کوے ، پهٔ هغوی خو به دَ الله لوئے فضل اؤ مهربانی وی ۔

اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌۙ۝۴۱

ترجمه: دَ دغه خلقو دپاره مقرر رزق دے مېوې ف۳۰

ف۳۰: یعنی ډېرې ناشنا اؤ عجیبه مېوے به وی ، پوره صفت خو ېٔ یو الله ته معلوم دے ۔ البته دومره ېٔ بنیادمو ته ښودلے ده چې ”لَا مَقْطُوْعَةٍ وَّ لَا مَمْنُوْعَةٍ“ (پهٔ هر موسم کښې به وی نهٔ به ختمیږی اؤ نهٔ به پهٔ جنّتیانو بندیږی هر وخت به ورکؤلے شی)

فَوَاكِهُ١ۚ وَ هُمْ مُّكْرَمُوْنَۙ۝۴۲

ترجمه: اؤ دَ دوی عزت دے ۔ ف۳۱

ف۳۱: یو الله ته معلومه ده چې دَ جنّتیانو به څومره قدر اؤ عزّت کیږی بنیادم دَ هغې اندازه نهٔ شی لګؤلے ۔

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِۙ۝۴۳

ترجمه: دَ نعمت پهٔ باغونو کښې ،

عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ۝۴۴

ترجمه: پهٔ تختونو ناست یو بل ته مخامخ ،

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍۭۙ۝۴۵

ترجمه: خادمان به ورباندې ګرځوی پیالۍ دَ صفا شرابو ،

بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَۚۖ۝۴۶

ترجمه: تک سپین خوندناک دَ څښؤنکیو دپاره ،

لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّ لَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ۝۴۷

ترجمه: نهٔ پکښې سر ګرځؤل شته اؤ نهٔ به دَ دې پهٔ څښلو نشه کیږی ۔ ف۳۲

ف۳۲: یعنی خوند اؤ دَ زړهٔ خوشحالی به پکښې پوره پوره وی هم هغه شان ، لېکن کومې خرابیٔ چې دَ دنیا شرابو کښې دی هغه به پکښې نهٔ وی ۔ نهٔ به سرګرځوی نهٔ به نشه کښې څوک بې خوده کوی ، نهٔ به قے ور ولی اؤ نهٔ به سینه خرابوی ۔ هېڅ نقصان به نهٔ کوی ۔ دَ داسې صفا ستره شرابو به نهرونه بهیږی اؤ هېچرې به نهٔ ختمیږی ۔

وَ عِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌۙ۝۴۸

ترجمه: اؤ دَ دوی پهٔ خوا کښې دی ښکته نظر لرونکے دَ غټو غټو سترګو والا جونه ف۳۳

ف۳۳: یعنی دَ غټو غټو سترګو ښائسته جونه حورې به ېٔ خوا کښې ناستې وی ، دَ شرم و حیا نه به ېٔ سترګې ټیټې نیولے وی ۔ دَ خپل خاوند نه علاوه به بل چا ته نهٔ ګوری ۔

كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ۝۴۹

ترجمه: ګویا پټې ساتلے اګۍ دی ۔ ف۳۴

ف۳۴: یعنی رنګ به ېٔ داسې صفا ستره وی لکه اګۍ چې مرغۍ وزر کښې پټه ساتلې وی چرته ګرد یا داغ پرې نهٔ وی لګېدلے ۔ یا دَ اګۍ دَ پوټکی لاندې نریٔ سپینه صفا پرده (چې دَ هېڅ شی اثر نهٔ ور رسی) بهرحال تشبیه پهٔ صفاییٔ کښې ده ، سپین والی کښې نهٔ ده لکه بل ځائې چې فرمائی ”کَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ“ ۔ (ګویا یاقوت اؤ مرجان دی) دَ دې دواړو رنګ سور دے ۔ خو تشبیه پهٔ سوروالی کښې نهٔ ده ، پهٔ صفاییٔ اؤ بې داغه کېدو کښې ده ۔

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ۝۵۰

ترجمه: بیا ېٔ مخ را واړؤلو یو بل ته تپوس ېٔ کؤلو ،

قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌۙ۝۵۱

ترجمه: ووې یو ویونکی پهٔ دوی کښې زما یو ملګرے وهٔ ،

یَّقُوْلُ اَىِٕنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِیْنَ۝۵۲

ترجمه: وئیل به ېٔ آیا تهٔ یقین کؤنکے ئ (پهٔ دې) ،

ءَاِذَا مِتْنَا وَ كُنَّا تُرَابًا وَّ عِظَامًا ءَاِنَّا لَمَدِیْنُوْنَ۝۵۳

ترجمه: آیا کله چې مونږ مړهٔ شو اؤ خاورې هډوکی شو نو مونږ ته به بدله راکؤلے شی۔ ف۳۵

ف۳۵: دَ یارانو مجلس به ګرم وی ، دَ شرابو دور به چلیږی ۔ دوستان به ګپ شپ کښې زړې خبرې را یادوی ۔ یو صاحب به وائی زما یو ملګرے وهٔ چې زهٔ به ېٔ دَ آخرت پهٔ عقیده ملامته کؤلم، وئیل به ېٔ چې دا هسې خوشے خبرې دی چې سړے مړ شی هډوکی ېٔ هم وراستهٔ شی نو بیا به ژوندې کیږی اؤ دَ عمل جزا به ورکؤلے شی ۔ دا خبرې پهٔ عقل کښې نهٔ راځی پهٔ دې څوک یقین کؤلے شی؟

قَالَ هَلْ اَنْتُمْ مُّطَّلِعُوْنَ۝۵۴

ترجمه: وېٔ وئیل ښهٔ ده نو آیا تاسو به سرونه ورښکاره کړیٔ ف۳۶ (چې آیا زما دا ملګرے پهٔ څهٔ حال دے)

ف۳۶: یعنی زما هغه ملګرے به یقینًا پهٔ دوزخ کښې وی راځیٔ چې سر ور وچت کړو لږه ننداره ېٔ وکړو چې پهٔ څهٔ حال کښې دے ۔ (دا دَ هغه جنتی قول دے اؤ ځنی وائی چې الله تعالیٰ به ورته ووائی چې راپاسه اوس تماشه وکړه چې انجام ېٔ څهٔ شو)

فَاطَّلَعَ فَرَاٰهُ فِیْ سَوَآءِ الْجَحِیْمِ۝۵۵

ترجمه: دوی سرونه ور ښکاره کړل نو وېٔ لیدو دَ دوزخ پهٔ مینځ کښې ،

قَالَ تَاللّٰهِ اِنْ كِدْتَّ لَتُرْدِیْنِۙ۝۵۶

ترجمه: وې وئیل قسم پهٔ الله تا خو زهٔ کندې ته غورزؤلے ووم،

وَ لَوْ لَا نِعْمَةُ رَبِّیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ۝۵۷

ترجمه: کهٔ نهٔ وې زما دَ رب فضل نو زهٔ به هم پهٔ ګېر شویو کښې ووم ۔ ف۳۷

ف۳۷: یعنی هغه جنتی ته به خپل ملګرے وښیٔلی شی چې دَ دوزخ پهٔ مینځ کښې به پروت وی ، هغه چې پهٔ دې سخته کښې ووینی نو دې به دَ الله تعالیٰ فضل را یاد کړی ۔ وائی به چې دې ظالم خو زهٔ هم دَ ځان سره ډوبؤلم خو پهٔ ما دَ الله تعالیٰ فضل وهٔ زهٔ ېٔ دَ تباهیٔ نه بچ کړم اؤ پهٔ خپله عقیده کلک پاتې شوم۔ ګنی زهٔ به هم اوس پهٔ دوزخ کښې پروت ووم ۔

اَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِیْنَۙ۝۵۸

ترجمه: آیا اوس به مونږ بیا نهٔ مرو ،

اِلَّا مَوْتَتَنَا الْاُوْلٰی وَ مَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ۝۵۹

ترجمه: بې دَ هغه مخکښې مرګ نه چې مړهٔ شو اؤ مونږ ته به تکلیف نهٔ شی راکؤلے،

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ۝۶۰

ترجمه: بېشکه هم دا هغه غټه کامیابی ده ،

لِمِثْلِ هٰذَا فَلْیَعْمَلِ الْعٰمِلُوْنَ۝۶۱

ترجمه: هم دَ دغسې کار دپاره پکار دے چې محنت وکړی محنت کؤنکی ، ف۳۸

ف۳۸: دَ ډېرې خوشحالیٔ نه به وائی چې دا حقیقت دے چې دَ هغې وړومبی مرګ نه پس کوم چې پهٔ دنیا کښې راباندې راغلے وهٔ اوس به راباندې بیا مرګ نهٔ راځی ۔ دا نعمتونه اؤ دا خوشحالیٔ دائمی دی اوس به راباندې نهٔ بیا څهٔ سخته راځی اؤ نهٔ مرګ ۔ بېشکه غټه کامیابی هم دغه ده اؤ هم دَ دغه اعلیٰ مقصد دپاره کوشش کؤل پکار دی ۔

اَذٰلِكَ خَیْرٌ نُّزُلًا اَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّوْمِ۝۶۲

ترجمه: ښه نو دا میلمستیا ښهٔ ده اؤ کهٔ دَ زقوم ترخه ونه ،

اِنَّا جَعَلْنٰهَا فِتْنَةً لِّلظّٰلِمِیْنَ۝۶۳

ترجمه: مونږ ساتلے ده دا یو بلا دَ ظالمانو دپاره ،

اِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِیْۤ اَصْلِ الْجَحِیْمِۙ۝۶۴

ترجمه: دا یوه ونه ده چې راټوکیږی دَ دوزخ پهٔ ویخ کښې ، ف۳۹

ف۳۹: مخکښې آیتونو کښې دَ جنتیانو دَ میلمستیا اؤ خوشحالیٔ ذکر وشو ، اوس دَ هغې پهٔ مقابله کښې دَ دوزخیانو حال بیانیږی ۔ زقوم دَ یو بوټی نوم دے چې بې شانه ډېر تریخ دے ۔ پهٔ دوزخ کښې به دَ الله پهٔ قدرت دغه بوټې زرغونیږی اؤ چې دوزخیان دَ لوږې نه ډېر بې حاله شی نو دغه تریخ بوټې به خوراک له ورکؤلے شی چې دَ حلقه ېٔ کوز شی نو دَ دې تریخ اؤ خراب اثر به یو مستقل عذاب وی ۔ نو دا بوټې دَ ظالمانو دپاره پهٔ آخرت کښې هم یوه فتنه ده اؤ پهٔ دنیا کښې هم چې دَ دې خبرې اوری نو کافران وائی چې دَ دوزخ پهٔ اور کښې به شین بوټې څنګه پیدا شی دا یو ناممکنه خبره ده (حالانکې کېدے شی چې دَ دې بوټی مزاج هم ناری وی لکه سمندر نومې چینجے چې دَ اور بلېدو پهٔ ځائې کښې ژوندے پاتې کیږی (ځنې بوټی دنیا کښې هم داسې شته چې ډېره ګرمی غواړی) علامه عثمانیؒ فرمائی ۔ دَ سهارنپور پهٔ کمپنی باغ کښې ځنی بوټی دَ اور پهٔ تاؤ لویه ولې شی ۔

طَلْعُهَا كَاَنَّهٗ رُءُوْسُ الشَّیٰطِیْنِ۝۶۵

ترجمه: دَ هغې غُټۍ داسې دی لکه دَ شیطان سرونه ف۴۰

ف۴۰: یعنی ډېر بدرنګ اؤ خراب شکل به ېٔ وی ۔ یا شیطان دلته دَ مار پهٔ معنٰی دے یعنی دَ غُټیو سرونه به ېٔ دَ مار دَ چجې پهٔ شان وی ۔ زمونږ پهٔ ملک کښې هم یو بوټې دے چې دَ دغسې تشبیه پهٔ وجه ورته ”ناگ پھن“ (دَ مار چجه) وئیلې شی ۔

فَاِنَّهُمْ لَاٰكِلُوْنَ مِنْهَا فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَؕ۝۶۶

ترجمه: نو (دا دوزخیان) به خوری دَ دې زقوم نه اؤ ګېډه به ترېنه ډکوی ،

ثُمَّ اِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیْمٍۚ۝۶۷

ترجمه: بیا دوی دپاره دې دپاسه ګډون دے د یشیدلو اوبو ، ف۴۱

ف۴۱: چې زقوم وخوری نو سخت تږې به شی ، اوبهٔ به غواړی نو تودې یشیدلې اوبهٔ به ورکؤلے شی ۔ داسې یشیدلې چې پهٔ څکلو به ېٔ کولمې ټوټې شی ، بهر به ېٔ وغورزوی ۔ ”فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ“ (سورتِ محمّد، رکوع ۲) الله دې پناه راکړی ۔

ثُمَّ اِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَاۡاِلَی الْجَحِیْمِ۝۶۸

ترجمه: بیا دوی واپس کؤل دی دَ اور ډیری ته ۔ ف۴۲

ف۴۲: چې وږې تږې شی نو دَ خوراک دپاره به ېٔ دَ اور نه لږ اخوا کړی اؤ چې زقوم اؤ یشیدلې اوبهٔ وڅکی نو بیا به ېٔ پهٔ اور کښې ور واچوی ۔

اِنَّهُمْ اَلْفَوْا اٰبَآءَهُمْ ضَآلِّیْنَۙ۝۶۹

ترجمه: دوی موندی وو خپل پلار نیکهٔ بې لارې ۔

فَهُمْ عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ یُهْرَعُوْنَ۝۷۰

ترجمه: نو دوی هم دَ هغوی پهٔ پل منډې وهی ۔ ف۴۳

ف۴۳: یعنی دَ خپلو کافرانو پلارانو نیکونو پهٔ لار پهٔ پټو سترګو روان دی اؤ سمې لارې ته نهٔ را اوړی (کومې کندې ته چې هغوی پرېوتی دی ، دوی هم پهٔ پټو سترګو هغې کندې ته ور دانګی ۔

وَ لَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ اَكْثَرُ الْاَوَّلِیْنَۙ۝۷۱

ترجمه: اؤ ګمراه شوی دی دَ دوی نه مخکښې ډېر مخکښینی قومونه ،

وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا فِیْهِمْ مُّنْذِرِیْنَ۝۷۲

ترجمه: اؤ (حال دا چې) مونږ راستؤلی دی هغوی ته ویرونکی (پېغمبران)۔

فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَۙ۝۷۳

ترجمه: اوس وګوریٔ چې څنګه شو انجام دَ ویرؤلو شویو؟

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ۠۝۷۴

ترجمه: مګر کوم چې دَ الله بندیان دی غوره ف۴۴

ف۴۴: یعنی پهٔ هره زمانه کښې مونږ پېغمبران راستؤلی دی چې خلق ېٔ دَ الله دَ عذاب نه ویرؤل خو چې چا دَ هغوی خبره ونهٔ منله نو وګوره چې انجام ېٔ څهٔ شو ۔ بس صرف دَ الله نیک بندیان دَ عذاب نه بچ پاتی شو څوک چې دَ الله نه ویرېدل اؤ دَ خپل انجام فکر وهٔ ورسره ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ پېغمبرانو خو نصیحت ټولو ته کؤلو خو چې چا ومنلو هغه بچ شو اؤ چې چا ونهٔ منلو هغه تباه شو ۔ مخکښې دَ عبرت دپاره دَ ځنو قومونو اؤ پېغمبرانو قصې بیانیږی۔

وَ لَقَدْ نَادٰىنَا نُوْحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیْبُوْنَ٘ۖ۝۷۵

ترجمه: اؤ مونږ ته آواز راکړے وهٔ نوح نو څنګه ښهٔ ور رسېدونکی یُو مونږ پهٔ بلنه ،

وَ نَجَّیْنٰهُ وَ اَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ٘ۖ۝۷۶

ترجمه: اؤ خلاص کړو مونږ هغه اؤ دَ هغهٔ کورنۍ دَ هغې غټ تکلیف نه ،

وَ جَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ٘ۖ۝۷۷

ترجمه: اؤ کړو مو دَ هغهٔ اولاد باقی پاتې کېدونکے،

وَ تَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ٘ۖ۝۷۸

ترجمه: اؤ پاتې مو کړل دَ هغهٔ دپاره پهٔ وروستو خلقو کښې ،

سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ۝۷۹

ترجمه: (دا) چې سلام دے پهٔ نوح باندې پهٔ ټولو جهانونو کښې ،

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۝۸۰

ترجمه: مونږ هم دغه شان بدله ورکوؤ نیکانو ته ،

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ۝۸۱

هغه دے زمونږ ایماندار بنده ،

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ۝۸۲

ترجمه: بیا مو غرق کړل نور خلق ف۴۵

ف۴۵: حضرت نوح علیه السّلام تقریبًا یو زر کاله خپل قوم ته نصیحتونه وکړل خو پهٔ هغوی ېٔ هېڅ اثر نهٔ کؤلو ۔ آخر نوحؑ مجبور شو ، الله ته ېٔ سوال وکړو ۔

رَبِّ اِنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ“ ۔

(اے الله زهٔ خو ستړې شوم تهٔ مې امداد وکړه)

الله تعالیٰ دَ هغهٔ فریاد واؤرېدو اؤ دَ هغهٔ داسې امداد ېٔ وکړو چې دَ هغهٔ کورنۍ اؤ یو څو ایماندار پاتی شول ، نور ټول کافران پهٔ طوفان کښې غرق شول، زمکه دَ کفر نه پاکه شوه ۔ بیا دَ طوفان نه پس الله تعالیٰ هم دَ نوحؑ دَ اولاد نه زمکه بیا آباده کړه اؤ دَ هغهٔ ذکرِ خیر تر آخره دَ خلقو پهٔ خلهٔ پاتې شو۔

تر ننه پورې ورباندې خلق سلام وائی ۔ دا خو دَ نیکیٔ انجام شو چې ترقیامته ېٔ اولاد هم پاتې شو اؤ نیک نوم هم اؤ دَ کافرو دا انجام شو چې نوم نشان ېٔ دَ دنیا نه ورک شو ۔

تنبیه: دَ اکثرو عالمانو دا خیال دے چې دَ دنیا موجوده بنیادم ټول صرف دَ نوحؑ دَ درے ځامنو (سام ، حام ، یافث) اولاد دے ۔ دَ جامع ترمذی دَ ځنو احادیثو نه هم دَ دې تائید کیږی ۔

وَ اِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَۘ۝۸۳

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ پهٔ لار روانو کښې دے ابراهیم ف۴۶

ف۴۶: دَ دین پهٔ اصولو کښې دَ ټولو پېغمرانو لاره یوه ده اؤ هر وروستے پېغمبر دَ وړومبی تصدیق کوی ۔ ځکه ابراهیمؑ ته ېٔ دَ نوحؑ دَ ډلې نه ووې ۔ ”اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُکُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّ اَنَا رَبُّکُمْ فَاتَّقُوْنِ۝“ (سورتِ مؤمنون ، رکوع ۴)

اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ۝۸۴

ترجمه: کله چې راغلو خپل رب ته صفا زړهٔ سره ۔ ف۴۷

ف۴۷: یعنی دَ هر قسم اعتقادی اؤ روحانی بیماریٔ نه ېٔ زړهٔ پاک کړو اؤ دَ دنیا دَ ټول جنجال نه ېٔ ځان آزاد کړو ، ډېر پهٔ اخلاص یو الله طرف ته متوجه شو اؤ قوم ېٔ هم دَ بت پرستیٔ نه منع کؤلو ۔

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَ قَوْمِهٖ مَا ذَا تَعْبُدُوْنَۚ۝۸۵

ترجمه: کوم وخت چې ېٔ ووې خپل پلار اؤ دَ هغهٔ قوم ته تاسو دَ څهٔ عبادت کویٔ ،

اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَؕ۝۸۶

ترجمه: آیا تاسو دَ الله نه غیر دَ دروغو جوړ خدایان غواړیٔ ، ف۴۸

ف۴۸: یعنی آخر دا دَ کاڼیو بتان دی څهٔ څیزونه چې تاسو ېٔ دومره قدر کویٔ الله مو پریٔښې دے اؤ پهٔ دې کاڼیو پسې شوی ییٔ آیا واقعی دَ دوی پهٔ لاس کښې څهٔ طاقت شته؟ چا ته څهٔ نفع نقصان رسؤلے شی؟ آخر خپل مالک مو ولې پریٔښې دے اؤ دَ دې بیکاره څیزونو خوشامندې کویٔ ۔

فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۸۷

ترجمه: بیا څهٔ خیال دے ستاسو پهٔ ربّ العالمین ، ف۴۹

ف۴۹: آیا تاسو ته دَ الله پهٔ وجود کښې څهٔ شک دے اؤ کهٔ دَ هغهٔ دَ شان اؤ مرتبې نه نهٔ ییٔ خبر اؤ کهٔ دَ هغهٔ دَ غضب نه مو ویره نهٔ کیږی چې شریکان ورسره جوړویٔ ۔ آخر څهٔ خو مې پوهه کړیٔ چې دَ پروردګارِ عالم متعلق ستاسو څهٔ خیال دے ۔

فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِۙ۝۸۸

ترجمه: بیا ېٔ یو نظر وکتل ستوریو ته ،

فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ۝۸۹

ترجمه: نو وېٔ وئیل زهٔ ناجوړه کېدونکے یم ،

فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ۝۹۰

ترجمه: نو هغوی ترېنه مخ واړؤلو شا ېٔ کړه ،

فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَۚ۝۹۱

ترجمه: بیا (ابراهیم) ورننوتو دَ هغوی پهٔ بتانو ورته ېٔ ووې تاسو ولې نهٔ خوریٔ ، ف۵۰

ف۵۰: دَ ابراهیمؑ پهٔ قوم کښې دَ نجوم ډېر زور وهٔ نو دَ هغوی دَ خاطره ېٔ ستوریو ته وکتل ، وې وئیل زما طبیعت ښهٔ نهٔ دے (اؤ داسې څوک دے چې بالکل جوړ وی هېڅ تکلیف ورته نهٔ وی څهٔ تکلیف خو بنده ته هر وخت وی اؤ دَ هغهٔ دپاره دا تکلیف څهٔ لږ نهٔ وهٔ چې هر وخت به ورسره دَ قوم دَ خراب حالت غم وهٔ) (یا ېٔ دا معنٰی ده چې زهٔ ناجوړه کېدونکے یم اؤ دَ مرګ نه مخکښې خو ناجوړتیا پهٔ هر سړی راځی) ستوریو ته دَ کتو پهٔ وجه خلقو دا خیال وکړو چې دهٔ دَ ستوریو نه دَ مستقبل حال معلوم کړو ۔ نو معذور ېٔ وګڼلو اؤ ځان سره ېٔ میلې ته روان نهٔ کړو ۔ ټول خلق یو مذهبی میلې ته دَ ښار نه لرې وتل ۔ دَ ابراهیمؑ غرض دا وهٔ چې یواځې پاتې شی اؤ دَ دوی باطلو معبودانو سره وګوری چې هغوی لاړل نو ابراهیمؑ بت خانې ته ننوتو اؤ بتانو سره ېٔ داسې خبرې شروع کړې ۔ دا مخې ته چې درته دَ خیراتونو ډیری دَ خوراک څیزونه پراتهٔ دی نو دا خوریٔ ولې نه؟ شکل خو مو دَ بنیادمو غوندې دے نو دا خبرې ولې نهٔ کویٔ ، څهٔ بلا درباندې شوے ده؟

تنبیه: زمونږ دَ دې تقریر نه واضحه شوه چې دَ ابراهیمؑ ”اِنِّیْ سَقِیْمٌ“ وئیل پهٔ حقیقت کښې دروغ نهٔ وو لېکن خلقو چې ترې کوم مطلب واخستو هغه دَ واقعې نه خلاف وهٔ ۔ ځکه ورته پهٔ ځنو احادیثو کښې دَ کذؔب لفظ استعمال شوے دے ۔ حالانکې دا کذؔب نهٔ دے تورؔیه ده اؤ دَ شرعی مصلحت دپاره داسې تورؔیه مباح ده ۔ لکه دَ هجرت پهٔ حدیث کښې چې ابوبکر صدیقؓ فرمائیلی وو ”رَجُلٌ یَهْدِیْنِیْ السَّبِیْل “ (یو سړے دے چې ما ته لار ښیٔ) البته دَ ابراهیمؑ دَ وچتې مرتبې پهٔ لحاظ تورؔیه هم ورسره مناسب نهٔ وه ۔ ځکه ورته پهٔ حدیث کښې دَ ”ذَنْبٌ“ (ګناه) لفظ راغلے دے ۔

مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ۝۹۲

ترجمه: پهٔ تاسو څهٔ شوی دی چې خبرې نهٔ کویٔ ، ف۵۱

ف۵۱: بتانو چې دا (ولې نهٔ خوریٔ؟) ځواب ورنهٔ کړو نو ورته ېٔ ووې چې تاسو خبرې ولې نهٔ کویٔ؟ ځواب ولې نه راکویٔ ، خبرې ولې نهٔ کویٔ؟ دې ظالمانو شکل خو ورته دَ بنیادم پهٔ شان جوړ کړے دے خو روح ېٔ پکښې نهٔ شو اچؤلے ۔ نو عجیبه خبره ده چې تاسو نهٔ څهٔ خوړې شیٔ اؤ نهٔ خبرې کؤلے شیٔ ، نهٔ څهٔ حرکت کؤلے شیٔ اؤ دا بنیادم چې خبرې هم کوی ، خوراک څښاک هم کؤلے شی تاسو ته پهٔ سجده ولې پراتهٔ دی؟ دَ دوی پهٔ عقل څهٔ بلا شوے ده چې له تاسو نه امداد غواړی ۔

فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًۢا بِالْیَمِیْنِ۝۹۳

ترجمه: بیا پرې ورغلو چې وهل ېٔ پهٔ ښی لاس ، ف۵۲

ف۵۲: یعنی پهٔ ښی لاس ېٔ ښهٔ پهٔ طاقت ګوذارونه ورکړل اؤ مات ګوډ ېٔ کړل ۔ لکه چې مخکښې پهٔ سورتِ انبیاء کښې ټوله قصه تېره شوے ده ۔

فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ۝۹۴

ترجمه: بیا خلقو پهٔ هغهٔ پسې پهٔ هیبت رامنډه کړه ، ف۵۳

ف۵۳: خلق چې دَ میلې نه واپس شو اؤ خپل خدایان ېٔ مات ګوډ ولیدل نو اندازه ېٔ ولګؤله چې دا کار هم ابراهیمؑ کړے دے نو هغهٔ پسې پهٔ منډه ورغلهٔ ۔

قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَۙ۝۹۵

ترجمه: (ابراهیم) ورته ووې آیا تاسو عبادت کویٔ دَ هغه څیز چې پهٔ خپل لاس ېٔ جوړویٔ ،

وَ اللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَ مَا تَعْمَلُوْنَ۝۹۶

ترجمه: اؤ الله پیدا کړی ییٔ تاسو (هم) اؤ کوم څیزونه چې تاسو جوړویٔ (دا هم) ف۵۴

ف۵۴: ابراهیمؑ ورته ووې هر چا چې مات کړی دی خو اول راته دا وواییٔ چې تاسو سره دَ دومره پوهې داسې غلط ولې کویٔ چې پهٔ خپل لاس یو بې حسه کاڼې وتراشیٔ دَ بنیادم شکل ترې جوړ کړیٔ ، نو بیا ورته دَ خداییٔ درجه ورکړیٔ اؤ دَ خپل لاس جوړ څیز ته پهٔ سجده پرېوځیٔ ۔ دا کوم عقل دے؟ دَ عبادت لائق خو هغه ذات دے چې تاسو ېٔ هم پیدا کړی ییٔ اؤ دا کاڼی اؤ دغه سازو سامان پهٔ څهٔ چې ترې تاسو بتان جوړویٔ هم ۔ دَ دنیا دا ټول څیزونه چې کوم ذات پیدا کړی دی دَ عبادت لائق یواځې هم هغه ذات دے ۔ نو دا کوم عقل دے چې اصل خالق مو پرېښو اؤ دَ داسې څیز عبادت کویٔ چې دَ یو مخلوق مخلوق دے ۔

قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ۝۹۷

ترجمه: خلقو ووې جوړ کړیٔ دَ دهٔ دپاره یو عمارت بیا ېٔ وغورزویٔ دَ اور مینځ ته ،

فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ۝۹۸

ترجمه: نو هغوی جوړؤلو دَ هغهٔ دپاره خراب چل نو مونږ هم هغوی لاندې کړل ، ف۵۵

ف۵۵: چې دَ ابرهیمؑ دَ دې مضبوطو دلیلونو ځواب ترې جوړ نهٔ شو نو دا تجویز ېٔ پاس کړو چې یوه لویه آتش خانه جوړه کړیٔ ، ډېر اور پکښې بل کړیٔ اؤ ابراهیمؑ پکښې ور وغورزویٔ ۔ پهٔ دې طریقه به دَ عوامو پهٔ زړهٔ کښې دَ بتانو رعب کښېښنی چې دَ بتانو څوک خلاف کوی نو داسې سزا مومی ۔ لېکن الله تعالیٰ دَ هغوی دا چل کامیاب نهٔ کړو اور پهٔ ابراهیمؑ ګلزار شو اؤ هېڅ نقصان ېٔ ور ونهٔ رسؤلے شو ۔ دَ دې نه پهٔ خلقو ثابته شوه چې تاسو اؤ ستاسو ټول باطل خدایان پهٔ جمع دَ الله یو بنده ته هېڅ نقصان نهٔ شیٔ رسؤلے ۔

وَ قَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ۝۹۹

ترجمه: (ابراهیم) ووې زهٔ ځم خپل رب ته هغه به ما ته لار وښیٔ ، ف۵۶

ف۵۶: چې دَ قوم دَ طرف نه نا امیده شو اؤ پلار هم ورسره سختی شروع کړه نو دَ دې ملک نه ېٔ دَ هجرت نیت وکړو (چرته ځائې ورته نهٔ وهٔ معلوم چې کوم خوا هجرت وکړی) الله تعالیٰ ورته دَ ملکِ شام لار وښودله ۔

رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۱۰۰

ترجمه: اے ربه راکړه ما ته یو نیک ځوئے ، ف۵۷

ف۵۷: یعنی اے الله چې خپل خپلوان رانه پاتی شو نو اوس نیک اولاد راکړه چې دَ دین پهٔ کار کښې راسره امداد وکړی اؤ دا دَ دین سلسله زما نه پس هم باقی پاتې شی ۔

فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ۝۱۰۱

ترجمه: بیا مونږ زېرے ورکړو هغهٔ ته دَ یو ځوی چې وی به حلیم ، ف۵۸

ف۵۸: دَ دې آیت نه معلوم شوه چې ابراهیمؑ دَ اولاد دعا غوښتې وه ، الله تعالیٰ قبوله کړه اؤ هم هغه هلک ېٔ بیا قربانیٔ ته پیش کړو ۔ دَ موجوده توریٰت نه دا ثابته ده چې دَ ابراهیمؑ پهٔ دې دعا پیدا شوی هلک نوم اسماعیل وهٔ ۔ اسماعیل دَ دوؤ لفظونو نه جوړ دے ۔ سمؔع اؤ ایؔل ۔ دَ سمؔع معنٰی ده اورېدل اؤ ایؔل معنٰی ده خدائې ۔ یعنی الله دَ ابراهیمؑ دعا واؤرېده (قبوله ېٔ کړه) پهٔ توریٰت کښې دی الله تعالیٰ ابراهیمؑ ته ووې ۔ ما ستا دعا قبوله کړه اؤ اسماعیلؑ مې درکړو ۔ نو پهٔ دې وجه وروستو آیتونو کښې چې دَ قربانیٔ کوم ذکر دے هغه دَ اسماعیلؑ واقعه ده دَ اسحاقؑ نهٔ ده ۔ دَ اسحاقؑ زېرے دَ ذبحې دَ قصې نه پس ورکړې شوے دے ۔ ”وَ بَشَّرْنَاهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا ۔“ دې نه معلومه شوه چې مخکښې ”وَ بَشَّرْنَاهُ بَغُلَامٍ حَلِیْمٍ“ کښې دَ بل هلک ذکر دے ۔ بل دَ امتحان دَ زیری سره دَ هغهٔ دَ نبوت ذکر هم دے ۔ اؤ پهٔ سورتِ هود کښې دَ هغهٔ دَ ذکر سره دَ یعقوبؑ ذکر هم دے ۔ ”وَ مِنْ وَّرَآءِ اِسْحٰقَ یَعْقُوْبَ“ نو دا څنګه کېدے شی چې دَ اسحاقؑ دَ ذبحې حکم شوے وې کهٔ دَ نبی کېدو اؤ اولاد نهٔ مخکښې ذبح شی خو هغه پیشنګوئی به پوره نهٔ شی ۔ نو دا ضروری ده چې ذبیح الله اسماعیلؑ ومنلی شی چې دَ هغهٔ دَ بشارت سره نهٔ دَ نبوت ذکر شته اؤ نهٔ دَ اولاد ۔ اؤ هم دغه وجه ده چې دَ قربانیٔ رواج دَ اسماعیلؑ پهٔ اولاد کښې دَ وراثت پهٔ طور راغلے دے ۔ اؤ نن هم دَ هغهٔ روحانی اولاد مسلمان دغه یادګار کال پهٔ کال تازه کوی اؤ انشاء الله تر قیامته به جاری وی) پهٔ موجوده توریٰت کښې واضح موجود دی چې دَ قربانیٔ مقام موؔرا یا مرؔیا وهٔ ۔ یهودیانو اؤ عیسایانو دَ دغه مقام پهٔ متعین کؤلو کښې ډېرې وږدې خبرې جوړې کړی دی ۔ حالانکې صفا اؤ بې تکلیفه خبره ده چې دغه مقام دَ مرؔوه غونډۍ وه کومه چې دَ بیت الله شریف ته مخامخ نژدے ده اؤ کوم ځائې چې عمره کؤنکی دَ صؔفا اؤ مرؔوه ترمینځه سعی ختمه کړی اؤ دَ احرام نه ځان حلالوی (احرام ماتوی) اؤ ممکن ده چې ”بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ“ کښې هم دَ سعی دې مقام ته اشاره وی ۔ دَ مؤطا امام مالکؒ یو روایت دے چې نبی کریمﷺ مرؔوه ته اشاره وکړه چې دغه قربانګاه دے ۔ مطلب ېٔ دَ ابراهیمؑ اؤ اسماعیلؑ قربان ګاه وهٔ ۔ ګنی دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زمانه کښې قربانی درے میله لرې بهر پهٔ منٰی کښې کېده ۔ اؤ تو اوسه منٰی کښې کیږی ۔ داسې معلومیږی چې دَ ابراهیمؑ اصل قربان ګاه مرؔوه وه ، دَ بیت الله شریف سره نژدے ۔ خو بیا دَ حاجیانو اؤ قربانو دَ ډېروالی پهٔ وجه دَ بیت الله شریف نه لرې منٰی ته بدل شو ۔ پهٔ قرآن کریم کښې هم ”هَدْیًۢا بٰلِغَ الْکَعْبَةِ“ اؤ ”ثُمَّ مَحِلُّهَاۤ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْقِ“ غوندې آیتونو نه معلومیږی چې قربان ګاه بیت الله شریف سره نژدے وه ۔ والله اعلم

بهرحال پهٔ دلائلو دا ثابته ده چې ذبیح الله اسماعیلؑ وهٔ چې پهٔ مکّه معظّمه کښې وسېدو اؤ اولاد ېٔ دلته خور شو ۔ پهٔ توریٰت کښې هم دا وضح وئیلی شوی دی چې ابراهیمؑ ته دَ خپل محبوب اؤ اِیک یو ځوی دَ قربانیٔ حکم وشو اؤ دا منلې شوے خبره ده چې اسماعیلؑ دَ اسحاقؑ نه مشر وهٔ ۔ نو بیا دَ اسماعیلؑ پهٔ موجودګیٔ کښې اسحاقؑ ته اِیک یو ځوئے څنګه وئیلی شی؟ عجیبه نقطه دا ده چې دلته دَ ابراهیمؑ دَ دعا پهٔ ځواب کښې چې دَ کوم هلک زېرے دے ۔ هغهٔ ته غُلَامٌ حَلِیْمٌ وئیلی شوی دی ۔ لېکن دَ اسحاقؑ زېرے چې فرښتو ورکؤلو نو دَ الله دَ طرف نه ورته غُلَامٌ عَلِیْمٌ وئیلی دی ۔ دَ الله دَ طرف نه دَ حَلِیْمٌ لفظ بل نبی ته نهٔ دے وئیلې شوے ، صرف دغه هلک ته اؤ دَ دهٔ پلار ابراهیمؑ ته وئیلې شوے دے۔

اِنَّ اِبْرَاهِیْمَ لَحَلِیْمٌ اَوَّاهٌ مُّنِیْبٌ ۝

دې نه معلومیږی چې دغه پلار ځوئے دواړه دَ دې غټ خطاب حقدار وو ۔ دَ حلیم اؤ صابر مطلب تقریبًا یو دے اؤ هم دَ دغې حلیم هلک دَ خلې خبره ده۔

سَتَجَدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ۝

اؤ بل ځائې ارشاد دے:

وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِدْرِیْسَ وَ ذَا الْکِفْلِ ؕ کُلٌّ مِّنَ الصّٰبِرِیْنَ۝

شاید پهٔ دغه وجه اسماعیلؑ ته پهٔ سورتِ مریم کښې صَادِقُ الْوَعْدِ وئیلی شوی دی چې هغهٔ خپل قول سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ۝ څنګه رښتیا کړے وهٔ ۔ بهرحال دَ حلیم ، صابر اؤ صادق الوعد مصداق هم یو کس دے یعنی اسماعیلؑ وَ کَانَ عِنْدَ رَبَّهٖ مَرْضِیًّا ۔ دَ بیت الله شریف دَ تعمیر پهٔ وخت چې دَ حضرت ابراهیمؑ اؤ حضرت اسماعیلؑ پهٔ خلهٔ کومه دعا وه ۔

وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَیْنِ لَكَ وَ مِنْ ذُرِّیَّتِنَاۤ اُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ ۔ بعینهٖ دَ هم هغه مسلم تثنیه دلته پهٔ فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا کښې ادا شوے ده اؤ هم دَ دغه دواړو اولاد ته خصوصیت سره دَ اُمَّةً مُّسْلِمَه خطاب ورکړې شوے دے ۔ بېشکه دَ دې نه زیاته تابعداری اؤ ځان سپارل به نور څهٔ وی؟ کوم چې دې دواړو پلار ځوی دَ ذبح کؤلو پهٔ وخت ښکاره کړی ۔ دا هم دَ دغه تسلیم و رضا برکت دے چې دَ دوی اولاد ته الله تعالیٰ دَ مُسْلِمْ خطاب ورکړو ۔

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَا ذَا تَرٰی١ؕ قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ١٘ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ۝۱۰۲

ترجمه: بیا کوم وخت چې ورسېدو دَ هغهٔ سره منډې ته وې وئیل اے ځویه زهٔ پهٔ خوب کښې وینم چې زهٔ تا حلالؤم نو تهٔ فکر وکړه چې ستا څهٔ خیال دے ، هغهٔ ووې اے بابا تهٔ وکړه څهٔ چې تا ته حکم کیږی تهٔ به ما بیا مومې کهٔ دَ الله خوښه وی صبر کؤنکے ۔ ف۵۹

ف۵۹: یعنی کوم وخت چې اسماعیلؑ لوئے شو اؤ دَ دې قابل شو چې دَ پلار سره منډه ووهی اؤ دَ هغهٔ څهٔ پکار راشی ، امداد ورسره وکړې شی نو هغهٔ ورته دا خپل خوب واورؤلو اندازه ېٔ اخسته چې پهٔ خپله خوښه ورته تیار دے کهٔ نه ۔ وائی چې ابراهیمؑ درے شپې پهٔ مخه داسې خوب لیدو (چې خپل محبوب ځوئے دَ الله پهٔ نوم ذبح کړه) پهٔ دریمه ورځ ېٔ ځوی ته حال ووې اؤ هغهٔ ورته پهٔ خپله خوښه تیار شو ورته ېٔ ووې بابا انتظار دَ څهٔ کوے مالک چې درته څهٔ حکم کوی هغه بې خطره پوره کړه ما ته دَ وینا پکښې څهٔ حاجت دے ۔ چې تا ته دَ اولاد مینه مخې ته ونهٔ دریږی نو ما به ووینې چې څنګه مې دَ الله پهٔ رضا رضا ده اؤ څومره صابره یم ۔

فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا وَ تَلَّهٗ لِلْجَبِیْنِۚ۝۱۰۳

ترجمه: بیا کوم وخت چې دواړو حکم ومنلو اؤ هغه ېٔ پړمخې څملؤلو ۔ ف۶۰

ف۶۰: پړمخې ېٔ څملؤلو چې هسې نه مخ ېٔ راته مخامخ وی چرې دَ پلار مینه دَ الله پهٔ حکم کښې حائله نهٔ شی ۔ وائی چې دا چل ورته ځوی ښودلے وهٔ چې اپوټه مې واچوه اؤ چاړهٔ مې دَ لاندې نه پهٔ مریٔ راکاږه کهٔ مخ مې پاس وی نو هسې نه چې مینه درباندې غالبه شی ۔ دَ دې نه وړاندې کیفیت الله نهٔ دے بیان کړے چې پهٔ دواړو څهٔ تېر شو ۔ یعنی هغه کیفیت کوم چې پهٔ ابراهیمؑ اؤ پهٔ فرښتو تېر شو ، هغه پهٔ الفاظو کښې نهٔ شی بیانیدے ۔

وَ نَادَیْنٰهُ اَنْ یّٰۤاِبْرٰهِیْمُۙ۝۱۰۴

ترجمه: اؤ مونږ آواز ورکړو چې اے ابراهیم!

قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْیَا١ۚ اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۰۵

ترجمه: تا خپل خوب رښتیا کړو ۔ ف۶۱ مونږ هم دغه شان بدله ورکوؤ نیکانو ته ،

ف۶۱: چې هغهٔ ځان چاړهٔ راښکو ته جوړ کړو نو آواز پرې وشو چې بس بس تا خپل خوب رښتیا کړو ۔ مطلب پهٔ ذبح کؤلو کښې نهٔ وهٔ مطلب خو صرف پهٔ تا ازمیښت وهٔ ۔ اؤ پهٔ هغې کښې تهٔ کامیاب شوې ۔ حکم دې ومنلو ۔

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْبَلٰٓؤُا الْمُبِیْنُ۝۱۰۶

ترجمه: بېشکه هم دغه دے واضح امتحان ف۶۲

ف۶۲: یعنی پهٔ خپلو نیکانو بندیانو دغه شان سخت ازمیښت کوؤ اؤ بیا ېٔ ثابت قدم ساتو نو هله وچتې درجې ورکوؤ ۔ پهٔ توریٰت کښې دی چې کله ابراهیمؑ چاړهٔ راښکلو ته ځان جوړ کړو اؤ فرښتې منع کړو نو فرښتې ورته دا هم ووې چې تا دومره قربانی وکړه خپل یو ځوئے دې دَ الله پهٔ نوم قربان کړو نو زهٔ به ستا اولاد ته دومره برکت ورکړم چې دَ آسمان دَ ستوریو اؤ دَ سمندر دَ شګو غوندې به پهٔ دنیا کښې خوارهٔ شی۔

(توریٰت تکوین ۱ صحاح ۲۲ آیت ۱۵)

وَ فَدَیْنٰهُ بِذِبْحٍ عَظِیْمٍ۝۱۰۷

ترجمه: اؤ دَ هغې پهٔ بدله کښې ورکړو مونږ دَ ذبحې دپاره یو غټ څاروے ۔ ف۶۳

ف۶۳: یعنی دَ وچتې درجې قربانی ۔ ډېر قیمتی اؤ څورب ګډ چې دَ جنّت نه راغلے وهٔ اؤ بیا ېٔ هم دغه رواج دَ اسماعیلؑ پهٔ اولاد کښې ترقیامته جاری وساتلو ۔

وَ تَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَۖ۝۱۰۸

ترجمه: اؤ باقی مو وساتلو دَ هغهٔ دپاره پهٔ وروستو خلقو کښې ،

سَلٰمٌ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ۝۱۰۹

ترجمه: (دا چې) سلام دے پهٔ ابراهیم ف۶۴

ف۶۴: تر نن ورځې خلق ابراهیمؑ پهٔ عزت سره یادوی اؤ درود سلام پرې وائی ۔

كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۱۰

ترجمه: هم دغه شان بدله ورکؤو مونږ نیکانو ته ،

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۱۱

ترجمه: هغه دے زمونږ ایماندارو بندیانو کښې ، ف۶۵

ف۶۵: یعنی زمونږ دَ وچتې مرتبې پهٔ ایماندارو بندیانو کښې دے ۔

وَ بَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۱۱۲

ترجمه: اؤ زېرے ورکړو مونږ هغهٔ ته دَ اسحاق چې نبی به وی پهٔ نیک بختو کښې، ف۶۶

ف۶۶: دې نه معلومیږی چې وړومبے زېرے دَ اسماعیلؑ وهٔ اؤ دَ قربانیٔ واقعه هم دَ هغهٔ ده ۔

وَ بٰرَكْنَا عَلَیْهِ وَ عَلٰۤی اِسْحٰقَ١ؕ وَ مِنْ ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَّ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ مُبِیْنٌ۠۝۱۱۳

ترجمه: اؤ برکت کښېښو مونږ پهٔ هغهٔ (ابراهیم) اؤ پهٔ اسحاق اؤ دَ دواړو پهٔ اولاد کښې ځنی نیکان دی اؤ ځنې ظلم کؤنکی دی پهٔ خپل ځان واضح ظلم ، ف۶۷

ف۶۷: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ، دا دواړه خبرې دَ دواړو ځامنو دپاره دی۔ (یعنی دَ همَا ضمیر دواړو ځامنو ته راجع دے) دَ دواړو اولاد ډېر خور شوے دے ۔ دَ اسحاقؑ پهٔ اولاد کښې دَ بنی اسرائیلو نبیان راغلی دی اؤ دَ اسماعیلؑ اولاد کښې دَ ټولو نه آخری نبی زمونږ پېغمبرﷺ راغلے دے ۔ یعنی اولاد به ېٔ ټول نیک نهٔ وی ځنی به پکښې نیکان وی چې دَ خپل پلار نیکهٔ نوم به روښانه کړی اؤ ځنی به پکښې ناکاره اؤ دَ خاندان شرم هم وی ۔

تنبیه: اکثرو مفسرانو ”من ذریتھما“ کښې ضمیر ابراهیمؑ اؤ اسحاقؑ ته راجع کړے دے ۔ لېکن شاه صاحبؒ اسماعیلؑ اؤ اسحاقؑ ته راجع کړو اؤ مضمون کښې ېٔ نوره هم فراخی راوسته ۔

وَ لَقَدْ مَنَنَّا عَلٰی مُوْسٰی وَ هٰرُوْنَۚ۝۱۱۴

ترجمه: اؤ مونږ احسان وکړو پهٔ موسٰی اؤ هارون ،

وَ نَجَّیْنٰهُمَا وَ قَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِۚ۝۱۱۵

ترجمه: اؤ بچ مو کړل دا دواړه اؤ دَ دوی قوم دَ غټ هیبت نه ، ف۶۸

ف۶۸: یعنی دَ فرعون اؤ دَ هغهٔ دَ قوم دَ ظلم و ستم نه مو خلاص کړل اؤ دَ بحرِ قلزم نه مو ډېر پهٔ آسانه پورې ویستل ۔

وَ نَصَرْنٰهُمْ فَكَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَۚ۝۱۱۶

ترجمه: اؤ مونږ ېٔ امداد وکړو نو هم دوی غالب شول ، ف۶۹

ف۶۹: یعنی فرعون مو سره دَ لښکره غرق کړو اؤ دغه شان مو بنی اسرائیل غالب اؤ فرعونیان مغلوب کړل اؤ بنی اسرائیلو ته مو دَ هغوی حکومت اؤ مال و دولت حواله کړو ۔

وَ اٰتَیْنٰهُمَا الْكِتٰبَ الْمُسْتَبِیْنَۚ۝۱۱۷

ترجمه: اؤ ور مو کړو دې دواړو ته واضح کتاب ، ف۷۰

ف۷۰: یعنی توریٰت شریف چې احکام پکښې ښهٔ پهٔ تفصیل سره بیان شوی دی ۔

وَ هَدَیْنٰهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۚ۝۱۱۸

ترجمه: اؤ لار مو ورته وښودله نېغه لار ، ف۷۱

ف۷۱: یعنی پهٔ قول و فعل کښې مو دَ استقامت توفیق ورکړو اؤ هر کار کښې مو پهٔ سمه لار روان کړل ۔

وَ تَرَكْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْاٰخِرِیْنَۙ۝۱۱۹

ترجمه: اؤ باقی مو وساتله دې دواړو دپاره پهٔ وروستو خلقو کښې ،

سَلٰمٌ عَلٰی مُوْسٰی وَ هٰرُوْنَ۝۱۲۰

ترجمه: (دا چې) سلام دے پهٔ موسٰی اؤ هارون ،

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۲۱

ترجمه: مونږ هم دغه شان بدله ورکؤو نیکانو ته ،

اِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۲۲

ترجمه: بېشکه دا دواړه زمونږ ایماندارو بندیانو کښې دی، ف۷۲

ف۷۲: یعنی زمونږ کامل ایماندار بندیان دی ۔

وَ اِنَّ اِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَؕ۝۱۲۳

ترجمه: اؤ بېشکه الیاس دے پهٔ رسولانو کښې ،

اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَلَا تَتَّقُوْنَ۝۱۲۴

ترجمه: کوم وخت چې هغهٔ ووې خپل قوم ته آیا تاسو ویرېږیٔ نه ،

اَتَدْعُوْنَ بَعْلًا وَّ تَذَرُوْنَ اَحْسَنَ الْخَالِقِیْنَۙ۝۱۲۵

ترجمه: آیا تاسو نعرې وهیٔ بعل (بت) ته اؤ پرېږدیٔ بهترین پیدا کؤنکے، ف۷۳

ف۷۳: حضرت الیاسؑ دَ ځنو مفسرانو پهٔ خیال دَ هارونؑ دَ اولاد نه وهٔ هغه الله تعالیٰ دَ ملکِ شام بعَلبک نومې ښار ته دَ هدایت دپاره راستؤلے وهٔ ۔ دَ دې ځائې خلقو به دَ بعؔل نومې بت عبادت کؤلو ۔ نو الیاسؑ به ورته نصیحت کؤلو چې ظالمانو دا څهٔ کویٔ چې بهترین پیدا کؤنکے اؤ دَ هر څیز خالق الله پرېږدیٔ اؤ دَ خپله لاسه جوړ یو بې حس و حرکت بت ته سجدې کویٔ دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ دا بت پرستی پرېږدیٔ ۔

اللّٰهَ رَبَّكُمْ وَ رَبَّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ۝۱۲۶

ترجمه: الله چې رب دے ستاسو اؤ رب دے دَ مخکښینیو پلارونو نیکونو ، ف۷۴

ف۷۴: یعنی داسې خو بنیادم هم څهٔ څیزونه را یو ځائې کړی اؤ پهٔ ظاهره دَ یو نوی څیز تخلیق وکړی لېکن حقیقی خالق اؤ بهتر جوړؤنکے هغه دے چې دَ دغه څیز تمام مواد ، جواهر اؤ اعراض هر څهٔ ېٔ خپله پیدا کړی دی نو داسې پیدا کؤنکے یو الله دے چې ستاسو هم خالق دے اؤ ستاسو دَ تېرو پلارونو نیکونو هم خالق دے نو دا کوم عقل دے چې تاسو دغه حقیقی خالق هیر کړے دے اؤ دَ داسې بت عبادت کویٔ چې هغه خپله ستاسو دَ لاسه جوړ اؤ ستاسو تخلیق ته حاجتمند دے اؤ خپله یوه ذره هم نهٔ شی پیدا کؤلے نو داسې شے څنګه دَ خداییٔ حقدار کېدے شی؟

فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَۙ۝۱۲۷

ترجمه: نو هغوی ورته دروغژن ووې نو دوی به حاضریږی تړلی ۔ ف۷۵

ف۷۵: یعنی دَ دې تکذیب سزا به ضرور مومی ۔

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ۝۱۲۸

ترجمه: مګر کوم چې دَ الله بندیان دی غوره ۔ ف۷۶

ف۷۶: یعنی ټولو ورته دروغژن ووې لېکن دَ الله نیکو بندیانو ېٔ تصدیق وکړو نو دغه کسان دَ سزا نه بچ شول ۔

وَ تَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَۙ۝۱۲۹

ترجمه: اؤ باقی مو وساتله دهٔ دپاره پهٔ وروستو خلقو کښې ،

سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ۝۱۳۰

ترجمه: (دا چې) سلام دے پهٔ الیاس باندې ۔ ف۷۷

ف۷۷: اِل یاسین هم دَ الیاسؑ نون دے لکه ”طورِ سینا“ ته چې ”طورِ سینین“ هم وئیلی شی اؤ کېدے شی چې دَ الیاسؑ فرمانبردارو ته الیاسین وئیلی شوی دی اؤ ځنو قرأتونو کښې آلِ یاسین دے ۔ نو یاسین به ېٔ دَ پلار نوم وی اؤ یا به داسې وی لکه اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلٰۤی اۤلِ اِبْرَاهِیْمَ کښې چې دے ۔ والله اعلم ۔

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۝۱۳۱

ترجمه: مونږ هم دغه شان بدله ورکوؤ نیکانو ته ،

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ۝۱۳۲

ترجمه: هغه دے زمونږ پهٔ ایماندارو بندیانو کښې ،

وَ اِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَؕ۝۱۳۳

ترجمه: اؤ بېشکه لوط دے پهٔ رسولانو کښې ،

اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَ اَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَۙ۝۱۳۴

ترجمه: کوم وخت چې مونږ بچ کړو هغه اؤ دَ هغهٔ کورنۍ ټوله ،

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ۝۱۳۵

ترجمه: بې دَ یو بوډۍ نه چې پاتې شوه تباه کېدونکیو کښې ۔ ف۷۸

ف۷۸: یعنی دَ لوطؑ ښځه چې دَ قوم دَ خلقو ملګرے وه دَ هغوی سره تباه شوه ۔

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ۝۱۳۶

ترجمه: بیا مونږ جوړې وویستې دَ هغې نورو ، ف۷۹

ف۷۹: یعنی دَ لوطؑ اؤ دَ هغهٔ دَ کورنۍ نه علاوه نور تمام قوم باندې زمکه واړؤلے شوه اؤ ټول تباه شول ۔ دا قصه مخکښې ډېر ځایه تېره شوے ده ۔

وَ اِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ۝۱۳۷

ترجمه: اؤ تاسو تیرېږیٔ پهٔ دوی باندې دَ سحر پهٔ وخت کښې ،

وَ بِالَّیْلِ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۠۝۱۳۸

ترجمه: اؤ دَ شپې هم نو آیا تاسو سوچ نهٔ کویٔ؟ ، ف۸۰

ف۸۰: دا خطاب دَ مکّې معظّمې خلقو ته دے ۔ دَ هغوی قافلې چې به شام ته تللې نو پهٔ لار کښې دَ لوطؑ دغه تباه شوے کلے راتلو ۔ یعنی شپه ورځ پهٔ دغه لار ځی ۔ دَ الله دَ قدرت دا نښانې وینی اؤ بیا هم ترې سبق نهٔ اخلی ۔ دوی کښې دومره عقل هم نشته چې یو نافرمانه قوم چې څنګه تباه شوے دے بل نافرمانه قوم هم دغه شان تباه کېدے شی ۔

وَ اِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَؕ۝۱۳۹

ترجمه: اؤ بېشکه یونس دے دَ رسولانو نه ،

اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِۙ۝۱۴۰

ترجمه: کوم وخت چې هغه پهٔ منډه ورسېدو هغې ډکې کشتۍ ته ،

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَۚ۝۱۴۱

ترجمه: بیا ېٔ قرعه واچؤله نو هم هغه پهٔ خطا وختو ، ف۸۱

ف۸۱: یونسؑ چې پهٔ کومه کشتۍ کښې ناست وهٔ هغه پهٔ دریاب کښې پهٔ غولۍ کښې راګېره شوه ، چاپېره چورلېده دَ ډوبېدو خطره ېٔ پیدا شوه نو خلقو ووې چې شاید دې کشتۍ کښې څوک دَ خپل مالک نه تښتېدلے غلام ناست دے ځکه مصیبت کښې راګېره شوه (دا غلام سیند ته غورزؤل پکار دی چې نور خلق دَ ډوبېدو نه بچ شی ۔ دَ مجرم متعین کؤلو دپاره درے ځله قرعه اندازی وشوه اؤ هر ځل دَ یونسؑ نوم را وختو ۔ دا قصه مخکښې پهٔ سورتِ یونس کښې اؤ سورتِ انبیاء کښې پهٔ تفصیل سره تېره شوے ده ۔

فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَ هُوَ مُلِیْمٌ۝۱۴۲

ترجمه: پس لواړ تېر کړو دهٔ لره مهی اؤ هغه وهٔ ملامته ، ف۸۲

ف۸۲: دَ یونسؑ نه اجتهادی غلطی دا شوے وه چې دَ عذاب دَ ورځې مقرر کؤلو دپاره ېٔ دَ وحې حکم ته انتظار نهٔ وهٔ کړے اؤ خپله ېٔ خلقو ته یوه ورځ مقرر کړې وه اؤ دَ ښار نه بهر وتې وهٔ ۔ (نو الله تعالیٰ پهٔ دغه ورځ عذاب را وا نهٔ ستؤلو دې دپاره بیا دَ شرمه ښار ته واپس نهٔ شو تللې نو بل ملک ته دَ هجرت پهٔ نیت کشتۍ کښې سور شو اؤ دَ هجرت حکم ورته نهٔ وهٔ شوے)

فَلَوْ لَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَۙ۝۱۴۳

ترجمه: بیا کهٔ نهٔ وې دا خبره چې هغهٔ ډېر ډېر یادؤلو پاک ذات،

لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَۚ۝۱۴۴

ترجمه: نو پروت به وهٔ دَ مهی پهٔ ګېډه کښې تر هغه ورځې چې مړی ژوندی کیږی ۔ ف۸۳

ف۸۳: یعنی دَ مهی پهٔ ګېډه کښې هم اؤ دَ دې نه مخکښې ېٔ هم دَ الله تعالیٰ ذکر ډېر ډېر کؤلو نو دَ دې ذکر پهٔ برکت دَ دې قید نه ژر خلاص شو ګنی تر قیامته به پکښې پروت وهٔ ۔ یعنی مړ شوے به وهٔ اؤ مهی به هضم کړے وهٔ ۔

تنبیه: ”لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ“ کنایه ده دَ هېچرې نهٔ را وتو نه ۔ دا واقعه پهٔ فرات دریاب کښې شوے وه ۔ علامه محمود آلوسی بغدادی لیکلی دی چې ما خپله پهٔ دې دریاب کښې ډېر غټ غټ مهیان لیدلی دی (چې سړے روغ تېرولے شی) دې کښې تعجب نهٔ دے پکار ۔ مخکښې تېر شوی دی چې دَ مهی پهٔ ګېډه کښې یونسؑ دا ذکر کؤلو ۔

لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحَانَكَ اِنِّیْ کُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝

فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَ هُوَ سَقِیْمٌۚ۝۱۴۵

ترجمه: بیا وغوزؤلو مونږ هغه پهٔ مېره کښې اؤ وهٔ ناجوړه ،

وَ اَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍۚ۝۱۴۶

ترجمه: اؤ زرغون مو کړو ورباندې یو دَ ځېلو بوټے (کدو) ف۸۴

ف۸۴: مهی ته حکم وشو نو هغهٔ یونسؑ دَ ګېډې نه را وویستو ، دَ دریاب پهٔ غاړه یو آزاد ځائې کښې ېٔ وغورزؤلو ۔ دَ مهی ګېډه کښې زورلے شوے وهٔ اؤ دَ تازه هوا اؤ خوراک نهٔ رسېدو پهٔ وجه ډېر کمزورے شوے وهٔ ۔ وائی چې څرمن ېٔ داسې کچه شوے وه چې دَ نمر شغلې اؤ دَ مچ کښېناستل ېٔ هم نهٔ شو برداشت کؤلے ۔ نو الله تعالیٰ په خپل قدرت پهٔ دغه ځائې دَ کدو ونه پیدا کړه چې دَ هغهٔ بدن ېٔ ټول پټ کړو ۔ دَ نمر دَ تاؤ اؤ مچانو نه محفوظ شو ۔ دغه شان ورته قدرت دَ خوراک انتظام هم وکړو ۔

وَ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَۚ۝۱۴۷

ترجمه: اؤ وامو ستؤلو سلو زرو (یو لاکھ) کسانو ته یا څهٔ زیات ، ف۸۵

ف۸۵: یعنی دې قوم کښې دَ لویو شمار یو لاکھ وهٔ اؤ کهٔ واړهٔ ورسره کړې نو زیات وو ۔ یا دا چې دَ یو لاکھ نه زیات وو اؤ دوه لاکهه نهٔ وو پوره څو زره به زیات وو کهٔ ۔ کهٔ کسر ورسره نهٔ شمېرې نو یو لاکھ وو اؤ کهٔ شمېرې نو زیات وو ۔ والله اعلم ۔

فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍؕ۝۱۴۸

ترجمه: نو هغوی ایمان راؤړو بیا مو فائده ورکړه تر یوهٔ وخته، ف۸۶

ف۸۶: یعنی دَ ایمان راؤړو پهٔ برکت دَ عذاب نه بچ شو اؤ تر خپل مقرر وخته ېٔ دَ دنیا نه فائده واخسته ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ کوم قوم نه چې دې تښتېدلے وهٔ هغوی پهٔ دهٔ پسې ګرځېدل چې ایمان پرې راؤړی ۔ چې دې واپس راغې نو ډېر خوشحاله شو اؤ هغوی پرې ایمان راؤړو ۔ تفصیل ېٔ پهٔ سورتِ یونس کښې وګوریٔ ۔

فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَ لَهُمُ الْبَنُوْنَۙ۝۱۴۹

ترجمه: اوس تهٔ دَ دوی نه تپوس وکړه چې آیا ستا دَ رب کره لوڼه دی اؤ دَ دوی کره ځامن دی،

اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّ هُمْ شٰهِدُوْنَ۝۱۵۰

ترجمه: آیا مونږ پیدا کړے فرښتې ښځې اؤ دوی ورته کتل ،

اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَۙ۝۱۵۱

ترجمه: واؤریٔ دوی دَ خپله ځانه دروغ وائی ،

وَلَدَ اللّٰهُ١ۙ وَ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۝۱۵۲

ترجمه: چې دَ الله اولاد شته اؤ دوی بېشکه دروغژن دی، ف۸۷

ف۸۷: یعنی دَ نبیانو حال خو مو واؤرېدو چې حضرت نوحؑ ، ابراهیمؑ ، اسماعیلؑ ، اسحاقؑ ، موسٰیؑ ، هارونؑ ، الیاسؑ ، یونسؑ ، لوطؑ ۔ دَ ټولو مشکلات دَ الله پهٔ امداد حل شوی وو ۔ هېڅ یو رسول اؤ نبی دَ الله دَ امداد نه بې نیازه کېدے نهٔ شی ۔ اوس مخکښې دَ فرښتو اؤ جنّاتو حال واؤریٔ ۔ دَ عربو ځنو قبیلو به فرښتو ته دَ الله لوڼه وې اؤ وئیل به ېٔ چې دَ پېریانو دَ سردارانو لوڼه دَ الله ښځې دی اؤ فرښتې دَ هغوی لوڼه دی ۔ (نعوذ بالله) نو دغه شان ېٔ پېریانو اؤ فرښتو دواړو ته دَ الله سره خپلوی جوړه کړے وه ۔ پهٔ دې آیت کښې دَ عربو دَ دې غلطې عقیدې رد شوے دے اؤ مخکښې آیتونو کښې دَ دې دَ تمهید دپاره دَ الله تعالیٰ قدرت اؤ طاقت ښودلے شوے دے ۔ چې تاسو سوچ وکړیٔ آیا دَ دومره لوی طاقت خاوند اولاد ته څهٔ حاجت دے اؤ کهٔ بیا ځان ته اولاد پیدا کوی هم نو تاسو ته به ځامن درکوی اؤ ځان ته به لوڼه اخلی؟ دا ستاسو عقل دے؟ نو یو خو دا اؤ بله دا چې تاسو فرښتو ته جینکۍ ولې واییٔ ۔ فرښتې چې پیدا کېدے نو تاسو ېٔ تماشه کړے وه چې جینکۍ دی۔ (کهٔ هسې بې سره لګیا ییٔ؟)

اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَؕ۝۱۵۳

ترجمه: آیا (الله) غوره کړی دی لوڼه دَ ځامنو نه ،

مَا لَكُمْ١۫ كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ۝۱۵۴

ترجمه: پهٔ تاسو څهٔ وشو ، دا څنګه انصاف کویٔ؟

اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَۚ۝۱۵۵

ترجمه: آیا تاسو فکر نهٔ کویٔ ، ف۸۸

ف۸۸: یعنی څهٔ سوچ خو به مو کړے وهٔ ، دَ ځانه خبره جوړؤل هم فکر غواړی کهٔ دَ ځانه مو یو عقیده جوړؤله هم داسې پهٔ اټکل خو به مو نهٔ جوړؤله څهٔ سوچ به مو کړے وهٔ ۔ دا کوم انصاف دے چې ځان ته خو مو ځامن خوښ دی اؤ الله دپاره لوڼه خوښویٔ؟

اَمْ لَكُمْ سُلْطٰنٌ مُّبِیْنٌۙ۝۱۵۶

ترجمه: اؤ کهٔ تاسو سره څهٔ واضح سند دے ،

فَاْتُوْا بِكِتٰبِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۱۵۷

ترجمه: نو راؤړیٔ خپل کتاب کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ، ف۸۹

ف۸۹: یعنی دا داسې بې سره خبره مو را ویستې دَ کوم ځائې نه ده ۔ عقل اؤ علمی اصول خو دا خبره نهٔ شی منلې نو بیا څهٔ لیکلے سند دے دَ دې عقیدې تاسو سره ۔ کهٔ وی نو مونږ ته ېٔ وښییٔ چې حقیقت ېٔ معلوم شی ۔

وَ جَعَلُوْا بَیْنَهٗ وَ بَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا١ؕ وَ لَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَۙ۝۱۵۸

ترجمه: اؤ جوړه کړے ده دوی دَ الله اؤ دَ پېریانو ترمینځه خپلوی اؤ پېریانو ته خو معلومه ده چې هغوی به تړلی راوستے شی ،

سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَۙ۝۱۵۹

ترجمه: الله پاک دے دَ هغه خبرو نه چې دوی ېٔ ستائی ۔ ف۹۰

ف۹۰: یعنی دا بې وقوفان پېریان دَ الله سخرانه ګڼی ۔ لږ دَ پېریانو نه خو تپوس وکړیٔ نو هله بیا داسې خبرې کویٔ ۔ پېریانو ته خو خپل حقیقت ښهٔ معلوم دے چې تړلی به راوستې شی دَ نورو مجرمانو پهٔ شان نو آیا یو زوم هم چرې دَ خپلې سخرانې سره داسې کار کوی؟ ځنو مشرانو مفسرانو دلته دَ نسب معنٰی خپلوی نهٔ ده کړے بلکې دَ مقابل اؤ حریف معنٰی ېٔ کړے ده ۔ یعنی دا خلق پیریان دَ الله مقابل ګڼی لکه مجوسیان چې یو یزدان منی یعنی دَ نیکیٔ خدائې اؤ بل اهرمن منی دَ بدیٔ خدائې ۔ (نو دغه شان دا خلق هم شیطان ته دَ بدیٔ خدائې وائی اؤ دَ الله مقابل ېٔ منی)

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ۝۱۶۰

ترجمه: مګر کوم چې دَ الله بندیان دی غوره ، ف۹۱

ف۹۱: یعنی پېریان وی اؤ کهٔ بنیادم وی خو دَ الله نیک اؤ غوره بندیان به دَ دغې ورځې دَ سختې نه خلاص وی ۔ یعنی هلته خپلوی پکار نهٔ راځی ۔ صرف ایمان اؤ نیکی به پکاریږی ۔

فَاِنَّكُمْ وَ مَا تَعْبُدُوْنَۙ۝۱۶۱

ترجمه: نو تاسو اؤ دَ چا چې تاسو عبادت کویٔ ،

مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفٰتِنِیْنَۙ۝۱۶۲

ترجمه: هېڅوک هم دَ هغهٔ دَ لاسو نه تښتؤلے نهٔ شیٔ ،

اِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیْمِ۝۱۶۳

ترجمه: مګر هغه کوم چې دوزخ ته رسېدونکی دی ۔ ف۹۲

ف۹۲: دَ ډېرو خلقو دا عقیده ده چې دَ پېریانو لاس کښې دَ بدیٔ طاقت دے اؤ دَ فرښتو لاس کښې دَ نیکیٔ ۔ دَ فرښتو چې څوک خوښ وی دَ نیکیٔ پهٔ لار ېٔ روان کړی دَ الله محبوب شی ۔ اؤ دَ پېریانو چې څوک خوښ وی دَ بدیٔ پهٔ لار ېٔ روان کړی اؤ ګمراه ېٔ کړی ۔ شاید چې دَ دغې عقیدې پهٔ بنا به ورته دَ الله اولاد یا سخرانه وئیلی شوی وی ۔ دَ دې ځواب ورکړې شو چې دَ هېچا لاس کښې هم مستقل اختیار نشته ۔ هر څهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ۔ کهٔ تاسو اؤ پېریان اؤ شیطانان دَ چا چې تاسو عبادت کویٔ ټول راجمع شی هم دَ الله دَ ارادې نه بغیر یو کس نهٔ شی ګمراه کؤلے ۔ هغه کس ګمراه کیږی چا ته چې الله دَ استعداد دَ خرابیٔ پهٔ وجه ګمراهی لیکلی وی اؤ دَ خپل خراب عمل پهٔ برکت به دوزخ ته ځی ۔

وَ مَا مِنَّاۤ اِلَّا لَهٗ مَقَامٌ مَّعْلُوْمٌۙ۝۱۶۴

ترجمه: اؤ پهٔ مونږ کښې دَ هر یو دپاره یو مقرر ځائې دے ۔ ف۹۳

ف۹۳: دا جمله الله تعالیٰ دَ فرښتو دَ طرف نه دَ هغوی پهٔ ژبه وئیلې ده ۔ څنګه چې دَ بنیادمو دَ طرف نه ډېرې دعاګانې وئیلی شوی دی ۔ یعنی دَ هرې فرښتې یو حد دے دَ هغې نه اخوا نهٔ شی تلې ۔ دا هم دَ هغې خبرې ځواب دے چې کافرو به فرښتو ته دَ الله لوڼه وې اؤ پېریانو ته به ېٔ دَ الله سخرانه وې ۔ نو پېریانو ته هم خپل ځان ښهٔ معلوم دے اؤ فرښتې هم وائی چې مونږ دَ الله دَ حکم تابع یو ، بې اجازته یو پوټے حرکت نهٔ شو کؤلے ۔

وَّ اِنَّا لَنَحْنُ الصَّآفُّوْنَۚ۝۱۶۵

ترجمه: اؤ هم مونږ یو صفونه جوړؤنکی ، ف۹۴

ف۹۴: یعنی پهٔ خپلو خپلو مقررو ځایونو دَ الله حکم اورېدو ته تیارې ولاړې وی دَ خپل ځائې نه یو پوټے اخوا دېخوا کېدے نهٔ شی ۔

وَ اِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُوْنَ۝۱۶۶

ترجمه: اؤ هم مونږ یو پاکی بیانوونکی ۔ ف۹۵

ف۹۵: تر دې دَ فرښتو خبره ختم شوه ، مخکښې دَ مکّې دَ خلقو بیان دے ۔

وَ اِنْ كَانُوْا لَیَقُوْلُوْنَۙ۝۱۶۷

ترجمه: اؤ دوی خو به دا وئیل ،

لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَۙ۝۱۶۸

ترجمه: کهٔ زمونږ سره څهٔ حالات وې دَ مخکښینیو خلقو ،

لَكُنَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ۝۱۶۹

ترجمه: نو وې به مونږ دَ الله بندیان غوره شوی ،

فَكَفَرُوْا بِهٖ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ۝۱۷۰

ترجمه: نو اوس ترې منکر شو خو ډېر ژر به خبر شی ف۹۶

ف۹۶: عربو به دَ نورو قومونو نه دَ پېغمبرانو خبرې اورېدې خو خپله دَ پېغمبرانو دَ علم نه خبر نهٔ وو (جاهلان وو) نو دا به ېٔ وې کهٔ زمونږ سره هم دَ نبوت علمونه وې اؤ زمونږ پهٔ قوم کښې هم چرته پېغمبر راغلے وې نو مونږ به دَ هغهٔ پهٔ نصیحت پوره پوره عمل کؤلو ، پهٔ عبادت کښې به مو ښهٔ کوشش کړے وهٔ اؤ دَ الله خاص بندیان به وو ۔ نو دا دعوې به ېٔ کؤلے خو چې اوس ورته خپل رسول اؤ کتاب راغلو نو هغه وعدې ېٔ هېرې کړې ، اوس ترې انکار کوی نو ګوره چې انجام به ېٔ څهٔ شی ۔

وَ لَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِیْنَۚۖ۝۱۷۱

ترجمه: اؤ مخکښې تېر شوے دے زمونږ حکم دَ خپلو هغه بندیانو پهٔ حق کښې کوم چې رسولان دی ،

اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ۪۝۱۷۲

ترجمه: بېشکه هم هغوی ته مدد ورکؤلے شی ،

وَ اِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ۝۱۷۳

ترجمه: اؤ بېشکه هم زمونږ لښکر (همېشه) غالب وی ، ف۹۷

ف۹۷: یعنی دَ الله پهٔ علم کښې دا خبره فیصله شوے ده چې الله به دَ خپلو رسولانو امداد کوی دَ کفارو پهٔ مقابله کښې ، آخر به دَ الله لښکر غالب کیږی اؤ کافر به مغلوب وی ۔ پهٔ شروع شروع کښې هر څنګه حالات چې پیښ شی خو آخری کامیابی به دَ مؤمنانو وی ۔

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍۙ۝۱۷۴

ترجمه: نو تهٔ دَ دوی نه واؤړه تر څهٔ وخته ،

وَّ اَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ۝۱۷۵

ترجمه: اؤ ګوره ورته دوی به خپله مخکښې ووینی ، ف۹۸

ف۹۸: یعنی اوس څهٔ موده دوی ته غږ مهٔ کوه ۔ پهٔ صبر سره دَ حالاتو اندازه اخله ۔ دوی به خپله دَ خپل انجام نه خبر شی ۔ لږې ورځې ېٔ دی ۔

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ۝۱۷۶

ترجمه: آیا دوی زمونږ عذاب پهٔ تادیٔ غواړی ،

فَاِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِیْنَ۝۱۷۷

بیا کوم وخت چې راکوز شی (دا عذاب) دَ دوی پهٔ میدان کښې نو ډېر خراب سبا به وی دَ ویرؤلو شویو ، ف۹۹

ف۹۹: شاید چې دَ ”سَوْفَ یُبْصِرُوْنَ“ پهٔ ځواب کښې به کافرو وئیلی وی چې ایسارتیا پکښې څهٔ ته کویٔ خو زمونږ هغه آخری انجام راته ژر وښیه نو دَ هغې ځواب ورکړې شو ، چې دومره تادی مهٔ کویٔ کهٔ هغه وخت درباندې راغلو نو هغه به ډېر خراب وخت وی اؤ دغه وخت به ورباندې داسې ناڅاپی راځی ۔ لکه چا ته چې دښمن پټ پهٔ مورچه کښې ناست وی اؤ ناڅاپی پرې راټوپ کړی ۔ دَ عذاب پهٔ وخت به هم تاسو دغه شان بې خبره ییٔ ۔ چنانچې دَ مکّې دَ فتحې پهٔ ورځ هم دغه شان وشوه ۔ (چې دَ مکّې معظّمې خلق خبرېدل اسلامی لښکر ېٔ پهٔ سر ولاړ وهٔ بیا ترې هېڅ جوړه نهٔ شوه اؤ بې جنګ جګړې مسلمانانو پهٔ ښار قبضه وکړه)

وَ تَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍۙ۝۱۷۸

اؤ واؤړه ترېنه تر څهٔ وخته ،

وَّ اَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ۝۱۷۹

مخکښې به پهٔ خپله ووینی ، ف۱۰۰

ف۱۰۰: شاید چې وړومبیٔ وعده دَ دنیا دَ عذاب وه ۔ یعنی تهٔ ګوره چې پهٔ آخرت کښې به پهٔ دې کافرو څهٔ تیریږی ۔

سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَۚ۝۱۸۰

پاک ذات دے ستا رب هغه پروردګار دَ عزتونو خاوند پاک دے دَ هغې خبرو نه چې دوی ېٔ ستائی ۔

وَ سَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَۚ۝۱۸۱

اؤ سلام دے پهٔ رسولانو باندې ،

وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۠۝۱۸۲

اؤ تمام تعریفونه دَ هغه الله دی چې رب دے دَ ټول جهان ۔ ف۱۰۱

ف۱۰۱: دَ سورت پهٔ آخر کښې دَ دې سورت دَ ټولو مضامینو خلاصه ده ۔ یعنی دَ الله تعالیٰ ذات دَ ټولو عیبونو اؤ کمزوریو نه پاک اؤ دَ ټولو خوبیو اؤ کمالونو جامع دے ۔ پهٔ نبیانو اؤ رسولانو دَ هغهٔ دَ طرف نه سلام راځی اؤ دغه دَ نبیانو دَ عصمت اؤ کامیابیٔ دلیل دے ۔

تنبیه: پهٔ احادیثو کښې دَ نمانځهٔ نه پس اؤ مجلس ختمؤلو نه وروستو دَ دې آیتونو دَ لوستو ډېر فضیلت بیان شوے دے ۔ یا الله تهٔ زمونږ خاتمه پهٔ دغه پاکه اؤ محکمه عقیده وکړې ۔

سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ۝ ۔ وَ سَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ ۝ ۔ وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝ ۔ (سورت صافات ، رکوع ۵)

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَۃُ صٓ مَّکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانٍ وَّ ثَمَانُوْنَ اٰیَۃً وَّ خَمْسُ رُکُوْعَاتٍ

ترجمه: سورتِ ص پهٔ مکه کښې نازل شوے اؤ دې کښې اتهٔ اتیا آیتونه اؤ پنځهٔ رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

صٓ وَ الْقُرْاٰنِ ذِی الذِّكْرِؕ۝۱

صاد ۔ قسم دے پهٔ قرآن پوهه کؤنکی ،

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ عِزَّةٍ وَّ شِقَاقٍ۝۲

بلکې کوم خلق چې منکر دی پهٔ غرور کښې اؤ دښمنیٔ کښې دی ۔ ف۱

ف۱: یعنی دا عظیم الشان اؤ دَ نصیحتونو نه ډک کتاب پهٔ دې ګواه دے چې کوم خلق دَ قرآن دَ صداقت اؤ دَ حضور اکرمﷺ دَ رسالت نه انکار کوی دَ هغوی دا انکار پهٔ دې وجه نهٔ دے چې نعوذ بالله دَ قرآن تعلیم نامکمل دے یا رسول اللهﷺ دَ دې پهٔ تبلیغ اؤ پوهه کؤلو کښې څهٔ کمے پریٔښې دے بلکې دَ هغې وجه صرف دا ده چې دا خلق دَ جهالت ، ضد اؤ غرور پهٔ کوهیانو کښې پراتهٔ دی ۔ کبر اؤ لوئی ېٔ حق خبرې منلو ته نهٔ پرېږدی ۔

كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَّ لَاتَ حِیْنَ مَنَاصٍ۝۳

ډېر قومونه تباه کړی دی مونږ دَ دوی نه مخکښې بیا ېٔ چغې وهلې خو وخت نهٔ وهٔ پاتې دَ خلاصی ، ف۲

ف۲: یعنی دا خلق دې خبر شی چې دَ کبر اؤ غرور پهٔ وجه دَ نبیانو سره مقابلې کؤلو ډېر قومونه تباه کړی دی ۔ دې قومونو ډېره موده دَ رسولانو مقابله وکړه خو چې عذاب راګېر کړل نو بیا ېٔ چغې وهلې خو بیا دَ فریاد اورېدو وخت تېر وهٔ اؤ دَ خلاصی مخه ېٔ نهٔ وه پاتې ۔

وَ عَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ١٘ وَ قَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا سٰحِرٌ كَذَّابٌۖۚ۝۴

اؤ دوی حیرانیږی پهٔ دې خبره چې راغلو دوی ته یو ویرؤنکے هم دَ دوی نه اؤ وائی منکران دا جادوګر دے دروغژن ۔ ف۳

ف۳: یعنی کهٔ دَ آسمان نه یو فرښته راکوزه شوے وې اؤ دا وعده ېٔ کړے وې چې زهٔ الله راستؤلے یم نو بیا هم یوه خبره وه ۔ اوس چې زمونږ پهٔ شان یو بنیادم راشی اؤ دا دعویٰ کوی چې زهٔ الله راستؤلے یم اؤ مونږ دَ الله دَ عذاب نهٔ ویروی نو دې ته مونږ دَ دې نه سوا نور څهٔ وئیلی شو چې یو جادوګر دَ جادو پهٔ زور څهٔ عجیبه عجیبه کارونه کوی اؤ دَ ځان نه څهٔ خبرې جوړوی ۔ اؤ وائی چې دا دَ الله کلام دے اؤ زهٔ دَ الله رسول یم نو مونږ پهٔ دې خبرو هېچرې نهٔ شو خطا کېدے ۔

اَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ اِلٰهًا وَّاحِدًا١ۖۚ اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ۝۵

آیا دهٔ جوړ کړو دَ دومره ګڼو دَ عبادت پهٔ ځائې دَ یو عبادت ، دا خو ډېره عجیبه خبره ده ،

وَ انْطَلَقَ الْمَلَاُ مِنْهُمْ اَنِ امْشُوْا وَ اصْبِرُوْا عَلٰۤی اٰلِهَتِكُمْ١ۖۚ اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ یُّرَادُۖۚ۝۶

اؤ راپاڅېدل له دوی نه څو مشران چې ځیٔ اؤ کلک ودرېږیٔ پهٔ خپلو معبودانو ف۴ بېشکه پهٔ دې خبره کښې خو څهٔ غرض دے ۔ ف۵

ف۴: یعنی اوس دا واؤریٔ زمونږ دومره ګڼ خدایان دی ۔ دې وائی دا دومره ګڼ خدایان پرېږدیٔ اؤ یو الله ومنیٔ دا عجیبه خبره نهٔ ده چې دَ زمانو راسې چې دَ بیل بیل کار دپاره دَ کومو خدایانو خدائې منلی شی ، دغه ټول پاتې شی اؤ دَ ټولې دنیا دا دومره لوئے انتظام یو الله ته حواله شی ۔ آیا زمونږ مشران ټول پهٔ غلطه وو چې دَ هر کار دپاره ېٔ بیل بیل خدائې منلو؟ روایت دے چې یو ځل ابوطالب صاحب ناجوړه وهٔ نو ابوجهل اؤ دَ قریشو سرداران ېٔ تپوس له راغلی وو ۔ پهٔ خبرو خبرو کښې ېٔ ابوطالب صاحب ته دَ رسول اکرمﷺ پهٔ سر شکایت شروع کړو چې ستا ورارهٔ مونږ ډېر تنګوی ، زمونږ معبودانو ته سپک ګوری اؤ مونږ دَ خپل عبادت نه منع کوی ۔ رسول اکرمﷺ ورته پهٔ ځواب کښې وفرمائیل چې زما خو دَ دوی نه یوه مطالبه ده ، زما صرف یوه خبره دې ومنی ۔ داسې خبره چې دَ هغې پهٔ برکت به ټول عرب دَ دوی تابعدار شی اؤ ټول عجم به ېٔ جزیه ومنی ۔ ابوجهل ورته ډېر پهٔ خوشحالیٔ ووې وایه کنه څهٔ خبره ده ۔ یوه نه لس خبرې خو به دې ومنو ۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل بس دومره ووایه چې ”لَا اِلٰهَ اِلَّا الله“ ۔ چې دا ېٔ واؤرېدل نو پهٔ غصه کښې دَ مجلس نه پاسېدل اؤ وې وئیل زهٔ خپل دومره ګڼ خدایان پرېږدم اؤ ستا یو الله ومنم ۔ دا هېچرې نهٔ شی کېدے ۔ ملګریو ته ېٔ ووې بس راپاسیٔ دې زمونږ دَ خدایانو نه اوړوی نه ۔ څنګه چې دې کلک دے تاسو هم دَ خپلو خدایانو مرستې ته ځان کلک کړیٔ ۔ دَ دهٔ مقابلې ته ډېر صبر اؤ استقلال پکار دے ۔

ف۵: یعنی محمّدﷺ چې پخپله داسې کلک ولاړ دے دَ هېڅ تکلیف پرواه نهٔ کوی ۔ پهٔ یو سر دَ ټول قوم مقابلې ته ولاړ دے ۔ نو پهٔ دې کښې ضرور دَ دهٔ څهٔ غټ غرض اؤ څهٔ غټه فائده ده ۔ مطلب ېٔ دا دے چې دَ یو الله پهٔ نوم مونږ ټول دَ ځان تابع کوی اؤ ځان ته یو مضبوط حکومت جوړوی ۔ نو ضروری ده چې مونږ هم ورته کلک شو اؤ دې پهٔ دې خپل مقصد کښې کامیاب نهٔ کړو ۔ ځنو مفسرانو دا مطلب بیان کړے دے چې بېشکه هم دغه دَ حضور اکرمﷺ مقصد دے اؤ پهٔ هېڅ شان ترې نهٔ اوړی ۔ اؤ دا هم کېدے شی چې مطلب ېٔ دا وی چې دا شے ضرور کېدونکے دے ۔ یعنی معلومیږی داسې چې دا انقلاب راځی ضرور ۔ خو مونږ ته پکار دی چې پهٔ خپله زړه عقیده کلک شو اؤ تر خپله وسه دَ خپلو معبودانو پوره پوره مرسته وکړو چې سبا راباندې څوک ملامته نهٔ کوی ۔ اؤ ممکنه ده چې دَ تحقیر پهٔ ډول ېٔ وئیلی وی چې محمّد(ﷺ) خو پخه اراده کړے ده اؤ کلک پرې ولاړ دے خو دا ضروری نهٔ ده چې دَ بنده هره اراده اؤ هره تمنّا دې ترسره شی ۔ مونږ به ېٔ سخته مقابله کوؤ ۔

مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِی الْمِلَّةِ الْاٰخِرَةِ١ۖۚ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا اخْتِلَاقٌۖۚ۝۷

مونږ نهٔ دی اورېدلی داسې خبرې پهٔ تېر دین کښې ، نور هېڅ نهٔ دی دا هسې دَ ځانه خبرې دی ، ف۶

ف۶: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ ملّتِ آخره نه ېٔ مطلب دَ خپل پلار نیکهٔ دین وهٔ یعنی داسې مو اورېدلی دی چې ډېر پخوا به خلقو داسې داسې خبرې کؤلے لېکن وروستو مذهبونو کښې مونږ دَ خپلو مشرانو نه داسې خبرې چرته نهٔ دی اورېدلې اؤ ممکنه ده چې دَ ملّتِ آخره نه ېٔ مطلب عیسائی مذهب وی لکه چې اکثرو مشرانو مفسرانو لیکلی دی ۔ یعنی عیسایان چې دَ آخری آسمانی کتاب خاوندان دی ۔ دَ هغوی نه مو هم نهٔ دی اورېدلی چې خدائې یو دے ۔ کهٔ ډېر نهٔ وی نو درے خدایان خو هغوی هم منی اؤ دَ محمّد(ﷺ) دَ رسالت نه هم انکار کوی ۔ کهٔ پهٔ زړو کتابونو کښې چرته دا خبرې وې نو هغوی به ترې انکار نهٔ کؤلو ۔ دې نه معلومیږی چې محمّد(ﷺ) ګډې وډې وائی ۔ (نعوذ بالله)

ءَاُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ مِنْۢ بَیْنِنَا١ؕ بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ ذِكْرِیْ١ۚ بَلْ لَّمَّا یَذُوْقُوْا عَذَابِؕ۝۸

آیا هم پهٔ دهٔ راکوز شو نصیحت پهٔ مونږ ټولو کښې ف۷ هېڅ هم نهٔ دی خو دوی ته شک دے زما پهٔ نصیحت کښې ، نور هېڅ نهٔ دی خو دوی لا څکلے نهٔ دے زما عذاب ۔ ف۸

ف۷: یعنی ډېره ښهٔ ده مونږ ومنله چې قرآن دَ الله کتاب دے اؤ دا مو هم ومنله چې دَ رسالت دپاره دَ آسمان نه فرښته نهٔ راځی بلکې بنیادم رسول کیږی لېکن دا څومره ظلم دے چې پهٔ دې دومره لوی ښار اؤ لوئے قوم کښې دَ دې لوې مرتبې دپاره دا یو بې اسرې یتیم خوښ کړې شو ۔ زمونږ پهٔ قوم کښې غټ غټ سرداران مشران ، هوښیاران موجود وو کهٔ زمونږ پهٔ مشرانو کښې یو کس دې کار دپاره مقرر شوے وې نو مونږ به پرې ضرور یقین کړے وهٔ ۔

ف۸: دا دَ الله دَ طرف نه دَ دوی دَ بکواس ځواب دے ۔ چې نور هېڅ نشته خو خبره دا ده چې دوی لا پهٔ شک کښې پراتهٔ دی ۔ دَ دوی یقین نهٔ دے شوے چې دَ کوم خوفناک مستقبل نه دوی ویرؤلی شی دا به واقعی راځی ۔ ځکه چې دوی لا دَ خدائې سپېړه لېدلې نهٔ ده ۔ کله کهٔ ېٔ دا خوند وڅکلو نو ټول شکونه به ېٔ ختم شی ۔ سترګې به ېٔ وغړیږی ۔

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِیْزِ الْوَهَّابِۚ۝۹

آیا دوی سره دی خزانې ستا دَ رب دَ مهربانیٔ کوم چې زبردست دے ډېر زیات ورکؤنکے ۔

اَمْ لَهُمْ مُّلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا١۫ فَلْیَرْتَقُوْا فِی الْاَسْبَابِ۝۱۰

اؤ کهٔ دَ دوی حکومت دے پهٔ آسمانونو اؤ زمکه اؤ دَ دې دواړو ترمینځه نو دوی ته پکار دی چې ور وخیژی پهٔ تړلو رسیو ، ف۹

ف۹: یعنی دَ رحمت خزانې اؤ دَ زمکې اؤ آسمانونو حکومت اؤ اختیار ټول یواځې دَ الله پهٔ لاس کښې دے ۔ هغه زبردست دے اؤ ډېر زیات ورکؤنکے دے ۔ هغه چې دا انعام چا ته ورکؤل وغواړی نو هېڅوک ېٔ نهٔ بندؤلے اؤ نهٔ ورباندې نکته چینی کؤلے شی ۔ الله تعالیٰ چې پهٔ خپل کامل علم اؤ کامل حکمت څوک دَ نبوت دَ لوئے مرتبې دپاره خوښ کړی نو دَ هېچا دا حق نشته چې دا ووائی دا مهربانی پهٔ ما ولې ونهٔ شوه چې پهٔ دهٔ وشوه ۔ آیا دَ الله دَ رحمت خزانې اؤ دَ زمکې اؤ دَ آسمانونو حکومت ستاسو پهٔ لاس دے چې داسې خبرې کویٔ؟ کهٔ څهٔ وس مو کیږی نو خپل ټول طاقت راجمع کړیٔ ۔ پهٔ څهٔ چل آسمان ته بیاسته (رسۍ) وخیژویٔ ۔ بیا هلته کوشش وکړیٔ چې پهٔ محمّد(ﷺ) وحې راتلل بند شی ، پهٔ آسمان قبضه وکړیٔ اؤ دَ آسمانونو اؤ زمکې دَ حکومت ټول انتظام پهٔ خپل لاس کښې واخلیٔ ۔ (بیا چې مو څوک خوښ وی هغه رسول کړیٔ) اؤ کهٔ دا نهٔ شیٔ کؤلے نو بیا هسې خوشې خبرې مهٔ کویٔ ۔ دَ الله پهٔ انتظام کښې دخل مهٔ کویٔ ۔ (دا دَ الله کار دے چې څوک رسول کوی دَ بل چا څهٔ دخل پکښې نشته)۔

جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ۝۱۱

یو لښکر دا هم تباه شو پهٔ لښکرونو کښې ، ف۱۰

ف۱۰: یعنی دَ زمکې اؤ آسمانونو حکومت خو څهٔ چې هېڅ طاقت ېٔ هم نشته۔ دَ نورو تباه شویو لښکرو پهٔ شان یو شکست خورده لښکر دے اؤ هم دَ هغوی پهٔ شان به تباه کیږی ۔ لکه چې دَ جنګِ بدر نه تر فتحِ مکّه ېٔ پهٔ هر محاذ شکست وخوړو ۔

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّ عَادٌ وَّ فِرْعَوْنُ ذُو الْاَوْتَادِۙ۝۱۲

تکذیب کړے دے دَ دوی نه مخکښې دَ نوح قوم اؤ دَ عاد قوم اؤ فرعون دَ میخونو والا ۔ ف۱۱

ف۱۱: یعنی دَ ډېر زور اؤ طاقت خاوند اؤ دَ لښکرو مالک چې پهٔ دنیا کښې ېٔ دَ خپل حکومت مضبوط میخونه ښخ کړی وو ۔ چا وئیلی دی چې هغهٔ چې به مجرم ته دَ پانسۍ سزا ورکؤله نو پهٔ یوه تخته به ېٔ واچؤلو ۔ پهٔ لاسو ښپو به ېٔ ورباندې څلور میخونه ټک وهل ۔ دغه شان به بیا دَ ولږو تندو نه مړ شو ۔ ځکه ورته دَ میخونو خاوند وئیلی شی ۔ والله اعلم ۔

وَ ثَمُوْدُ وَ قَوْمُ لُوْطٍ وَّ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ الْاَحْزَابُ۝۱۳

اؤ (تکذیب کړے دے) ثمود اؤ دَ لوط قوم اؤ دَ ایکه خلقو ف۱۲ دې غټو غټو لښکرو ،

ف۱۲: کوم قوم ته چې حضرت شعیبؑ راستؤلے شوے وهٔ ۔

اِنْ كُلٌّ اِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ۠۝۱۴

دا څومره چې وو ټولو هم دغه کړی دی چې تکذیب ېٔ کړے دے دَ رسولانو نو ثابته شوه پرې سزا ، ف۱۳

ف۱۳: یعنی دا زبردست طاقتور قومونه هم چې دَ خپلو رسولانو خلاف وو نو دَ تباه کېدو نه بچ نهٔ شو نو دَ ستاسو څهٔ حیثیت دے؟

وَ مَا یَنْظُرُ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً مَّا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ۝۱۵

انتظار نهٔ کوی دا خلق مګر دَ یوې چغې چې ساه اخستل پکښې نشته ، ف۱۴

ف۱۴: یعنی دَ اسرافیلؑ دَ شپیلۍ دَ آواز پهٔ انتظار دی ۔ پوره سزا به قیامت کښې ورکؤلے شی اؤ کېدے شی چې دنیا کښې ترېنه دَ عذاب چغه مراد وی لکه قوم عاد و ثمود چې پهٔ چغه هلاک شوی وو ۔

وَ قَالُوْا رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ۝۱۶

اؤ وائی ژر خلاص کړه زمونږ کار دَ حساب دَ ورځې نه مخکښې ، ف۱۵

ف۱۵: کله چې به ېٔ دَ قیامت وعده واؤرېده نو دَ خندا دپاره به ېٔ وې تو هغې انتظار نهٔ شو کؤلے ۔ زمونږ حساب دې ژر وشی اؤ سزا دې اوس راکړې شی چې بې غمه شو ۔

اِصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَ اذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوٗدَ ذَا الْاَیْدِ١ۚ اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ۝۱۷

صبر کوه دَ دوی پهٔ خبرو اؤ یاد کړه زمونږ بنده داؤد طاقت والا ، هغه وهٔ رجوع کؤنکے ۔ ف۱۶

ف۱۶: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ، پهٔ دې موقع حضور اکرمﷺ ته دَ تسلیٔ دپاره دَ داؤدؑ قصه واورؤلے شوه چې هغه هم دَ طالوت پهٔ زمانه کښې ډېر صبر کړے وهٔ ۔ آخر ېٔ جالوت وغېره مخالفان پهٔ جهاد کښې ووهل اؤ حکومت داؤدؑ ته ورکړې شو ۔ دغه شان واقعات زمونږ دَ پېغمبر سره هم وشو چې آخر پهٔ جهاد دَ کافرو طاقت ختم شو اؤ اسلامی حکومت قائم شو ۔

تنبیه: دَ ذا الاید ترجمه شاه صاحبؒ دَ لاس دَ طاقت والا کړے ده ۔

دَ دې معنٰی دَ طاقت اؤ حکومت خاوند هم کېدے شی اؤ دې ته هم اشاره ده چې لاس کښې به ېٔ وسپنه نرمېده اؤ زغرې به ېٔ ترېنه جوړؤلے اؤ دا خبره هم ده چې هغهٔ به دَ بیت المال نه خرچ نهٔ کؤلو دَ خپل لاس پهٔ مزدوریٔ به ېٔ ګوزاره کؤله ۔ ”اَوَّابٌ“ یعنی هره معامله کښې به ېٔ الله ته رجوع کؤله ۔ دَ الله حکم ته به ېٔ کتل ۔

اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَ الْاِشْرَاقِۙ۝۱۸

مونږ تابع کړی وو دَ هغهٔ سره غرونه ، تسبیح به ېٔ وئیله نماښام اؤ سحر ، ف۱۷

ف۱۷: یعنی هر سحر اؤ نماښام چې به داؤدؑ ذکر کؤلو نو غرونو به هم ورسره ورسره ذکر کؤلو ۔ دا مضمون پهٔ سورتِ سبا کښې تېر شوے دے ۔

وَ الطَّیْرَ مَحْشُوْرَةً١ؕ كُلٌّ لَّهٗۤ اَوَّابٌ۝۱۹

اؤ الوتونکی مرغان راغونډ شوی ، ټول وو دَ هغهٔ مخکښې رجوع کؤنکی ، ف۱۸

ف۱۸: یعنی مرغان به ټول هغهٔ ته راغونډېدل اؤ ورسره به ېٔ ذکر کؤلو یا دا چې ټول به دَ هغهٔ سره الله ته رجوع شو ۔

وَ شَدَدْنَا مُلْكَهٗ وَ اٰتَیْنٰهُ الْحِكْمَةَ وَ فَصْلَ الْخِطَابِ۝۲۰

اؤ مضبوط کړو مونږ دَ هغهٔ حکومت ف۱۹ اؤ ورمو کړو تدبیر اؤ فیصله کؤل دَ خبرو ۔ ف۲۰

ف۱۹: یعنی مونږ قسم قسم فوځونه اؤ بې حسابه طاقت ورکړے وهٔ ۔ حکومت مو ورته ښهٔ مضبوط کړے وهٔ ۔

ف۲۰: یعنی ډېر مدبّر اؤ هوښیار وهٔ ، ډېره صحیح فیصله به ېٔ کؤله اؤ تقریر به ېٔ ډېر واضح اؤ صفا وهٔ ۔ الله تعالیٰ ورته ډېر طاقت ، حکومت ، نبوت ، قوتِ فیصله اؤ بې شماره کمالات ورکړی وو لېکن دَ ازمیښت نه هغه هم بچ نهٔ وهٔ لکه چې مخکښ ېٔ بیان راځی ۔

وَ هَلْ اَتٰىكَ نَبَؤُا الْخَصْمِ١ۘ اِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَۙ۝۲۱

اؤ آیا رسېدلے تا ته خبر دَ دعوېدارو چې راټوپ ېٔ کړو دَ عبادتخانې پهٔ دیوال ، ف۲۱

ف۲۱: داؤدؑ خپل وخت درے برخو کښې تقسیم کړے وهٔ ۔ (۱) یوه ورځ دَ دربار اؤ خلقو مقدمې فیصله کؤلو دپاره ، (۲) یوه ورځ دَ بال بچ سره کور کښې اؤ (۳) یوه ورځ خالصه دَ عبادت دپاره ځان ته خلوت کښې ۔ پهٔ دغه ورځ هېچا ته دَ ملاقات اجازت نهٔ وهٔ ۔ بهر به څوکیدار ولاړ وهٔ ۔ یوه ورځ داؤدؑ پهٔ خلوت کښې پهٔ عبادت مشغول وهٔ چې ناڅاپه څو کسانو پهٔ دیوال راټوپ کړل اؤ دَ هغهٔ خلوت خانې ته ورننوتل ۔ دَ داؤدؑ پهٔ زړهٔ کښې خطره پیدا شوه چې دا سړی بې اجازته پهٔ څهٔ خیال راننوتل ، څوکیدار ولې منع نهٔ کړل اؤ پهٔ دیوال څنګه را واؤړېدل؟ غرض دا چې پهٔ دې بې جا مداخلت ېٔ خیال ګډ وډ شو اؤ دَ عبادت توجه ېٔ خرابه شوه ۔

اِذْ دَخَلُوْا عَلٰی دَاوٗدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوْا لَا تَخَفْ١ۚ خَصْمٰنِ بَغٰی بَعْضُنَا عَلٰی بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَ لَا تُشْطِطْ وَ اهْدِنَاۤ اِلٰی سَوَآءِ الصِّرَاطِ۝۲۲

کوم وخت چې ور ننوتل پهٔ داؤد نو هغه ترې وویرېدو هغوی ووې مهٔ ویرېږه ، مونږ دوه جګړې والا یو زیاتے کړے دے یو پهٔ بل باندې نو فیصله وکړه زمونږ ترمینځه پهٔ انصاف اؤ خبره مهٔ لرې باسه اؤ وښیه مونږ ته سمه لار ف۲۲

ف۲۲: هغه سړیو ورته ووې وار مهٔ خطا کوه مونږ څهٔ پهٔ بد نیت نهٔ یو راغلی ۔ مونږ دوه ډلې یُو پهٔ څهٔ خبره مو اختلاف دے ۔ تهٔ زمونږ ترمینځه پهٔ انصاف فیصله وکړه (نن خو دَ فیصلو ورځ نهٔ ده) خو مونږ زیات انتظار نهٔ شو کؤلے (نېټې مهٔ راکوه) خبره وږدوه مه ۔ پهٔ دې ساعت راته فیصله وکړه اؤ دَ انصاف پهٔ صحیح لار مو روان کړه ۔ (شاید چې دَ خبرو پهٔ دې طرز داؤدؑ نور هم حیران شوے وی)۔

اِنَّ هٰذَاۤ اَخِیْ١۫ لَهٗ تِسْعٌ وَّ تِسْعُوْنَ نَعْجَةً وَّلِیَ نَعْجَةٌ وَّاحِدَةٌ١۫ فَقَالَ اَكْفِلْنِیْهَا وَ عَزَّنِیْ فِی الْخِطَابِ۝۲۳

ترجمه: دا زما ورور دے دهٔ سره یو کم سل ګډې دی او زما یو ګډه ده ، نو دې وائی دا هم ما ته راکړه اؤ زیاتے کوی پهٔ ما پهٔ خبرو کښې ۔ ف۲۳

ف۲۳: یعنی جګړه دا ده چې زما دې ورور سره یو کم سل ګډې دی اؤ زما سره یکه یوه ګډه ده ۔ نو دې دا غواړی چې زما دا ګډه هم قبضه کړی اؤ ځان ته سل(۱۰۰) پوره کړی ۔ (اؤ چې زهٔ ېٔ نهٔ ورکؤم نو سپورې ستغې راته وائی اؤ دې مالدار دے خلق هم دَ دهٔ پره کوی) غرض دا چې پهٔ زور ېٔ رانه اخلی ۔

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ اِلٰی نِعَاجِهٖ١ؕ وَ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْخُلَطَآءِ لَیَبْغِیْ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ قَلِیْلٌ مَّا هُمْ١ؕ وَ ظَنَّ دَاوٗدُ اَنَّمَا فَتَنّٰهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهٗ وَ خَرَّ رَاكِعًا وَّ اَنَابَ۩۝۲۴

ترجمه: (داؤد) ووې دې بې انصافی کوی له تا سره چې غواړی له تا نه یوه ګډه خپلو ډېرو ګډو ته ، ف۲۴ اؤ اکثر شریکان زیاتے کوی پهٔ یو بل باندې مګر چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل اؤ لږ دی داسې خلق ف۲۵ اؤ خیال وکړو داؤد چې مونږ دې پهٔ ازمیښت کښې راوستو نو معافی ېٔ وغوښته دَ خپل رب نه اؤ پرېوتو پهٔ ټیټېدلو سره اؤ رجوع ېٔ وکړه ۔

ف۲۴: حضرت داؤدؑ به دَ قانون مطابق ترېنه ګواهی اؤ ثبوتونه اخستی وی نو بیا ېٔ ورته ووې چې واقعی کهٔ دې داسې کوی پهٔ تا زیاتے کوی ۔ (اؤ زهٔ به ېٔ زیاتی ته نهٔ پرېږدم)

ف۲۵: یعنی دَ شریکانو دا عادت دے چې اکثر پهٔ یو بل زیاتے کوی ۔ اؤ زورور دَ کمزوری برخه وهی ۔ صرف ایماندار اؤ دَ الله نیک بندیان جدا دی اؤ داسې خلق ډېر کم دی ۔

فَغَفَرْنَا لَهٗ ذٰلِكَ١ؕ وَ اِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَ حُسْنَ مَاٰبٍ۝۲۵

ترجمه: بیا مونږ معاف کړو هغهٔ ته دا کار ف۲۶ اؤ دَ هغهٔ دپاره زمونږ سره نژدے مرتبه ده اؤ بهترین ځائې ف۲۷

ف۲۶: یعنی دَ دې فیصلې نه پس داؤدؑ خیال وکړو چې دا خو زما امتحان وهٔ ۔ دَ دې خیال راتلو سره ېٔ الله ته رجوع وکړه ، معافی ېٔ ترې وغوښته اؤ الله معاف کړو ۔ دَ داؤدؑ هغه غلطی څهٔ وه کومې ته چې دې آیت کښې اشاره ده ۔ دَ دې متعلق اکثرو مفسرینو ډېرې بې مطلبه قصې بیان کړی دی ۔ حافظ عماد الدّین ابن کثیرؒ لیکلی دی چې دَ دې ټولو قصو هېڅ ثبوت نشته دَ اسرائیلیاتو نه اخستی شوی دی ۔ حافظ ابن حزمؒ پهٔ کتاب الفصل کښې دَ دې قصو سخت تردید کړے دے اؤ فضول ېٔ ورته وئیلی دی ۔ صحیح خبره دغه ده کومه چې دَ ابنِ عباسؓ نه نقل شوے ده ۔ وائی چې داؤدؑ دَ خپل کور پهٔ کسانو دَ شپې ورځې څلویښت ګهنټې دَ عبادت دپاره پهٔ داسې طریقه تقسیم کړے وې چې کور به هېڅ وخت دَ الله دَ ذکر نه نهٔ خالی کېدو ۔ څوک خو به هر وخت دَ کور پهٔ یوه حصه کښې پهٔ عبادت مشغول وو نو دَ داؤدؑ دَ دې خپل ښهٔ انتظام پهٔ وجه زړهٔ کښې لږه غوندې لوئی راغله ۔ دَ الله پهٔ دربار کښې ېٔ عرض وکړو چې اے الله پهٔ شپه اؤ ورځ کښې داسې وخت نهٔ راځی چې زما پهٔ کور کښې څوک دَ ستا پهٔ عبادت کښې مشغول نهٔ وی اؤ دَ خپل انتظام متعلق ېٔ نورې څهٔ داسې خبرې هم وکړې ۔ دا خبره دَ الله خوښه نهٔ شوه ورته ېٔ ووې دا هر څهٔ تهٔ زما پهٔ امداد اؤ توفیق کوے ۔ زما دې پهٔ خپل جلال قسم وی چې یوه ورځ به درنه خپل امداد بند کړم اؤ نفس ته به دې پرېږدم بیا ګورم چې تهٔ څنګه عبادت کوے اؤ خپل انتظام چلوې ۔ نو دا هغه دَ امتحان ورځ وه ۔ دَ دې روایت نه معلومیږی چې فتنه هم دغه هومره وه چې ناڅاپه سړی راننوتل ، دَ داؤدؑ دَ عبادت وخت ېٔ خراب کړو ۔ اؤ تر څو چې فیصله نهٔ وه شوے دغه وخت دَ هغهٔ کور دَ عبادت نه خالی شو اؤ هغه دعویٰ ېٔ ختمه شوه ۔ دَ هغه سړیو دَ تلو نه پس داؤدؑ سره فکر شو چې دا خو هغه دَ ازمیښت وخت وهٔ ۔ زما دَ دعوې پهٔ وجه الله تعالیٰ پهٔ فتنه کښې واچؤلم ۔ دلته دَ فتنې لفظ داسې وګڼه لکه یو حدیث چې دے ۔ دَ حضرت حسن رضی الله عنه اؤ دَ حضرت حسین رضی الله عنه دَ وړوکوالی قصه ده چې یوه ورځ دواړو نوی قمیصونه اغوستی وو ، پهٔ منډه منډه حضور اکرمﷺ ته جمات ته راغلل ۔ دغه وخت حضور اکرمﷺ پهٔ ممبر خطبې ته ولاړ وهٔ ۔ دَ حضور اکرمﷺ دواړو نمسو سره بې انتها مینه وه ۔ خطبه ېٔ پهٔ مینځ کښې پرېښوه اؤ دواړه ېٔ پهٔ غېږ کښې وچت کړل ۔ وې فرمائیل الله رښتیا فرمائیلی دی ۔ ”اِنَّمَاۤ اَمْوَالُکُمْ وَ اَوْلَادُکُمْ فِتْنَةٌ“ پهٔ ځنې حدیثونو کښې دی ۔ یو بنده چې نیکی وکړی اؤ وائی اے الله ما دا نیک کار وکړو ۔ دا مې عبادت وکړو ، دا مې خیرات وکړو ، دا مې جهاد وکړو وغېره ۔ نو الله تعالیٰ ورته پهٔ ځواب کښې وفرمائی ما ستا امداد کړے وهٔ اؤ توفیق مې درکړے وهٔ نو ځکه تا دا کار وکړې شو ۔ اؤ چې بنده ووائی یا الله تا زما امداد وکړو ، تا ما ته توفیق راکړو ستا پهٔ ما لوئے فضل دے نو الله تعالیٰ وفرمائی اؤ تا ورباندې عمل وکړو ، اراده دې ېٔ وکړه نو دَ نیکیٔ ثواب دې وګټلو ۔ دَ دې نه پوهه شه چې دَ حضرت داؤدؑ غوندې دَ لوئے مرتبې خاوند چې دَ الله مخکښې دَ خپل بهترین انتظام صفت وکړو چې اے الله پهٔ ورځ اؤ شپه کښې داسې وخت نهٔ راځی چې زما کور ستا دَ ذکر نه خالی شی ۔ نو دا خبره دَ الله تعالیٰ خوښه نهٔ شوه ۔ اؤ څنګه چې ېٔ طریقه ده خپلو ډېرو نژدو بندیانو لره پهٔ ډېره وړه خبره هم ګرفت کوی نو ځکه ېٔ داؤدؑ پهٔ ازمیښت کښې واچؤلو چې دا خبره ېٔ دَ زړهٔ نه وځی ۔ علامه عثمانیؒ فرمائی دَ آیت دغه تفسیر دَ ټولو نه ښهٔ اؤ بې تکلیفه دے ۔ باقی شاه صاحبؒ چې پهٔ دې ضمن کښې کومه مشهوره قصه نقل کړے ده هغه موضح القرآن کښې وګوریٔ ۔

ف۲۷: یعنی پهٔ دې معمولی غلطیٔ دَ هغهٔ مرتبه څهٔ کمه نهٔ شوه ۔ اوس ېٔ هم دَ الله سره لویه مرتبه اؤ بهترین مقام دے ۔

یٰدَاوٗدُ اِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِیْفَةً فِی الْاَرْضِ فَاحْكُمْ بَیْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَ لَا تَتَّبِعِ الْهَوٰی فَیُضِلَّكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ یَضِلُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا نَسُوْا یَوْمَ الْحِسَابِ۠۝۲۶

ترجمه: اے داؤده مونږ تهٔ نائب کړې پهٔ ملک کښې نو حکومت کوه پهٔ خلقو انصاف سره اؤ تابعداری مهٔ کوه دَ زړهٔ دَ خواهش ، دا به دې خطا کړی دَ الله دَ لارې نه ، بېشکه څوک چې خطا شی دَ الله دَ لارې نه هغوی دپاره سخت عذاب دے ۔ ف۲۸ پهٔ دې خبره چې هېره ېٔ کړه دَ حساب ورځ ، ف۲۹

ف۲۸: یعنی الله تعالیٰ دَ زمکې نیابت اؤ حکومت تا ته حواله کړے دے نو تهٔ دَ هغهٔ پهٔ حکم چلېږه اؤ دَ معاملو فیصلې پهٔ عدل اؤ انصاف سره دَ شریعت پهٔ قانون کوه اؤ پهٔ هېڅ معامله کښې دَ خپل زړهٔ غوښتنې ته مهٔ ګوره ځکه چې دا خبرې بنده دَ الله دَ لارې نه لرې باسی ۔ (اؤ بنده چې دَ الله دَ لارې نه واوړېدو خو دوزخ ېٔ ځائې دے)۔

ف۲۹: یعنی اکثر دَ نفس پهٔ خواهش عمل ځکه کیږی چې دَ بنده نه دَ حساب ورځ هېره شی کهٔ دا ورته یاد وی چې زهٔ به یوه ورځ دَ الله پهٔ دربار کښې دَ ذرې ذرې حساب ورکؤلو ته ودرېږم نو هېچرې به دَ الله دَ حکم خلاف کؤلو ته تیار نهٔ شی ۔

تنبیه: ممکن ده چې دَ یوم الحساب تعلق دَ ”لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ“ سره وی دَ ”نسوا“ سره نهٔ وی یعنی دَ الله دَ احکامو هېرؤلو پهٔ وجه به دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ سخت عذاب کښې وی ۔

وَ مَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا١ؕ ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ۚ فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِؕ۝۲۷

ترجمه: اؤ نهٔ دی پیدا کړی مونږ آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې ېٔ ترمینځه دی بې فائدې ، دا خیال دے دَ هغه چا چې منکر دی نو تباهی ده دَ منکرانو دپاره دَ اور نه ۔ ف۳۰

ف۳۰: یعنی دا مخلوق بې فائدې نهٔ دے پیدا شوے چې مخکښې به ېٔ هېڅ نتیجه نهٔ را ووځی ، بس خو دغه ژوند وهٔ ختم شو مخکښې هېڅ نشته ۔ نه بلکې دَ دې دنیا نتیجه آخرت دے نو پهٔ دې ژوند کښې دَ هغې ژوند دپاره تیارے پکار دے اؤ هغه دا دے چې بنده دا ژوند دَ الله دَ احکامو تابع کړی ، دَ شریعت پهٔ قانون اؤ پهٔ عدل و انصاف چلیږی اؤ دَ خالق اؤ مخلوق دواړو سره خپله معامله صفا ساتی چې سبا ورسره مخامخ کیږی چې ملامته نهٔ وی ۔ دا خیال مهٔ کویٔ چې بس دا ژوند وهٔ ۔ ډک شو ، تش شو اؤ مخکښې ېٔ حساب کتاب نشته ۔ دا خیال خو دَ کافرانو دے دَ چا چې پهٔ بل ژوند یقین نشته نو دَ داسې خلقو دپاره اور تیار دے ۔

اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ١٘ اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ۝۲۸

ترجمه: آیا مونږ به برابر کړو ایماندار چې کوی نیک کارونه دَ هغه کسانو چې فساد جوړوی پهٔ ملک کښې اؤ کهٔ مونږ به برابر کړو ویرېدنکی دَ بې شرمو سره ۔ ف۳۱

ف۳۱: یعنی زمونږ عدل و انصاف دا نهٔ غواړی چې تابعدار اؤ نافرمانه یو شان شی یا څوک چې دَ الله نه ویریږی اؤ څوک چې بې ویرې وی دواړه سره برابر شی ۔ لېکن پهٔ دنیا کښې مونږ وینو چې ډېر نیکان پهٔ سختیو کښې ګیر وی اؤ ډېر مفسدان مزې کوی نو لازمی ده چې دَ مرګ نه پس یو بل ژوند ومنلې شی چې هلته نیکانو ته دَ خپلې نیکیٔ اؤ بدانو ته دَ بدیٔ بدله ورکړې شی ۔ څنګه چې مخبرِ صادق مونږ ته خبر راکړے دے دا بالکل صحیح دے ۔ دَ حساب دَ ورځې نه انکار بې انصافی ده ۔

كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَ لِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ۝۲۹

ترجمه: دا یو کتاب دے چې نازل کړو مونږ پهٔ تا برکت والا چې خلق غور وکړی دَ دې پهٔ خبرو اؤ ځان پوهه کړی دَ عقل خاوندان ۔ ف۳۲

ف۳۲: یعنی هر کله چې نیک و بد یو شان کېدے نهٔ شی نو ضروری وه چې دَ الله دَ طرف نه دَ هدایت یو کتاب راغلے وې چې خلق ېٔ دَ نیک و بد پهٔ انجام ښهٔ پوهه کړے وې نو دې دپاره الله تعالیٰ دا کتاب قرآن را واستؤلو ۔ کوم کښې چې ټول احکام ښهٔ واضح اؤ صفا صفا بیان شوی دی اؤ دَ کوم چې ټول حروف الفاظ اؤ معانی اؤ مضامین دَ برکت نه ډک دی اؤ پهٔ دې غرض راستؤلے شوے دے چې خلق دَ دې پهٔ آیتونو کښې غور و فکر وکړی ۔ اؤ دَ عقل خاوندان ېٔ پهٔ مطلب ځان پوه کړی اؤ فائده ترې واخلی ۔ وګوریٔ پهٔ تېر آیت کښې دَ دویٔم ژوند خبره څنګه صفا واضحه شوه چې دَ معمولی عقل بنده هم کهٔ ورته فکر وکړی نو پوهېدے شی پرې۔

تنبیه: شاید چې تدبر کښې دَ قوتِ علمی اؤ تذکر کښې دَ قوتِ عملی تکمیل ته اشاره ده ۔ دا ټولې خبرې دَ داؤدؑ دَ قصې پهٔ ضمن کښې تر دا مینځه راغلے دی ۔ مخکښې بیا دَ هغهٔ باقی قصه بیانیږی ۔

وَ وَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ١ؕ نِعْمَ الْعَبْدُ١ؕ اِنَّهٗۤ اَوَّابٌؕ۝۳۰

ترجمه: اؤ ورکړو مونږ داؤد ته سلیمان ، ف۳۳ هغه ښهٔ بنده دے رجوع کؤنکے ،

ف۳۳: یعنی دَ سلیمانؑ غوندې ځوئے مو ورکړو چې دَ هغهٔ پهٔ شان نبی هم وهٔ اؤ بادشاه هم ۔

اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُۙ۝۳۱

ترجمه: کوم وخت چې پیش کړی شو هغهٔ ته دَ نماښام پهٔ وخت ښهٔ ښهٔ اسونه ،

فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ١ۚ حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِٙ۝۳۲

ترجمه: هغهٔ ووې ما غوره کړو دَ مال محبت دَ الله دَ یادو نه تر دې چې نمر پناه شو شاته ،

رُدُّوْهَا عَلَیَّ١ؕ فَطَفِقَ مَسْحًۢا بِالسُّوْقِ وَ الْاَعْنَاقِ۝۳۳

ترجمه: بیا ېٔ راولیٔ ما ته نو لګیا شو مښلې ېٔ دَ هغوی پنډۍ اؤ څټونه ، ف۳۴

ف۳۴: یعنی دَ ډېر ښهٔ نسل اؤ تیز رفتار اسونه چې دَ جهاد دپاره ساتلی شوی وو هغهٔ ته دَ معائنې دپاره پیش کړی شو ۔ پهٔ معائنه کښې ېٔ دومره وخت ولګېدو چې نمر پهٔ پرېوتو شو اؤ شاید چې دَ نمازدیګر وظیفه ترې پاتې شوه نو وې وئیل چې خیر دے هېڅ پرواه نشته کهٔ پهٔ ظاهره رانه ذکر الله پاتې شو خو دَ جهاد اسونو سره مینه هم دَ الله دَ یاد پهٔ وجه وه ۔ هر کله چې دَ جهاد مقصد دَ الله کلمه سربلند کؤل دی نو دَ جهاد سامان تیارؤل به څنګه دَ الله پهٔ ذکر کښې نهٔ شی شمېرلې ۔ کهٔ الله تعالیٰ مونږ ته دَ جهاد اؤ جهاد ته دَ سامان تیارؤلو حکم نهٔ وې راکړے نو دَ دې اسونو سره به مونږ دومره مینه ولې کؤله ۔ دَ دغې جهاد پهٔ جوش اؤ مینه کښې ېٔ حکم وکړو چې دغه اسونه بیا راولیٔ چې راوستی شو نو دَ ډېرې مینې نهٔ ېٔ پهٔ څټ وټپؤل اؤ پندۍ ېٔ ورله ومښلې ، اؤ ګرد ېٔ ترېنه وڅنډلو ۔ دَ دې معنې پهٔ لحاظ دَ خبر پهٔ لفظ کښې دَ دې حدیث مضمون ته اشاره ده چې حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی ۔ اَلْخَیْلُ مَعْقُوْدٌ فِیْ نَوَاصِیْهَا الْخَیْرُ إِلَی یَوْمِ الْقِیَامَةِ ۔

(دَ اسونو پهٔ تندیو پورې خیر تړلې دے تر قیامته یعنی جهاد به ترقیامته جاری وی اؤ پهٔ هره زمانه کښې پهٔ مسلمانانو جهاد فرض دے)

ځنو مفسرانو دې ځائې کښې دا مطلب بیان کړے دے چې سلیمانؑ دَ اسونو پهٔ معائنه مشغول شو نو دَ نمازدیګر وظیفه ترې هېره شوه ۔ (هېر اؤ نسیان دَ نبیانو پهٔ حق کښې محال نهٔ دے) نو زړهٔ ېٔ خفه شو ۔ وې وئیل ۔ وګوریٔ دَ مال مینې رانه دَ الله یاد پاتې کړو ۔ نمر پهٔ پرېوتو شو اؤ ما لا دَ نمازدیګر وظیفه نهٔ ده پوره کړے ۔ اګرچې دَ جهاد دَ اسونو پرورش هم یو قسم عبادت اؤ دَ الله یاد وهٔ خو دَ الله خاص بندیان دا خیال هم ساتی چې دَ کوم عبادت دپاره کوم وخت مقرر وی دَ هغې نه خطا نهٔ شی ۔ اؤ کهٔ پهٔ څهٔ وجه پاتې شی نو خفه وی ۔ دَ خندق پهٔ غزا کښې دَ رسول اکرمﷺ نه څو نموځونه قضا شوی وو ۔ نو سره دَ دې چې عین دَ جهاد وخت وهٔ اؤ پهٔ جهاد کښې مشغول وهٔ اؤ هېڅ قسم ګناه یا ملامته پکښې نهٔ وه بیا هم دَ رسول اللهﷺ زړهٔ ته سخته صدمه رسېدلے وهٔ ځکه ېٔ هغه کفارو ته دَ خلې نه ښېرې ووتې ۔

مَلَأَ اللہُ قُبُوْرَهُمْ وَ بُیُوْتَهُمْ نَارًا ۔

(الله تعالیٰ دې دَ دوی کورونه اؤ قبرونه دَ اور نه ډک کړی) حضرت سلیمانؑ هم دَ خپلې مقررې وظیفې پهٔ پاتې کېدو بې قراره شو اؤ حکم ېٔ وکړو چې دغه اسونه واپس راولیٔ کومو چې زما نه دَ الله ذکر پاتې کړو ۔ چې را ېٔ وستل نو دَ الله دَ مینې دَ ډېره جوشه ېٔ توره را واخسته اؤ پهٔ اسونو ېٔ راکېښوې ، دَ چا نهٔ څټ پرېکړے اؤ دَ چا نه ښپې چې دَ غفلت سبب لرې کؤل دَ غفلت کفاره شی ۔ شاید چې دَ هغهٔ پهٔ شریعت کښې به دَ اسونو قربانی جائزه وه اؤ دَ هغهٔ سره به اسونه دومره ډېر وو چې دَ دې پهٔ کمی جهاد کښې څهٔ کمزوری نهٔ راتله اؤ دَ ”طَفِقَ مَسْحًۢا“ الخ معنٰی دا نهٔ ده چې ټول ېٔ ختم کړل ۔ صرف دغه هومره ده چې دا کار ېٔ شروع کړو ۔ دَ دې تفسیر تائید دَ یو مرفوع حدیث نه کیږی کوم چې طبرانی پهٔ اسنادِ حسن دَ ابی بن کعب نه روایت کړے دے ۔

وَ لَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَ اَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ۝۳۴

ترجمه: اؤ مونږ ازمیښت وکړو پهٔ سلیمان اؤ دَ هغهٔ پهٔ تخت مو واچؤله یوه جُثه بیا هغهٔ رجوع وکړه ، ف۳۵

ف۳۵: یو صحیح حدیث دے ۔ یوه ورځ سلیمانؑ قسم وخوړو چې نن شپه به زهٔ خپلو ټولو ښځو ته ورځم ، هره یوه به راته یو یو بچے راؤړی اؤ دا ټول بچی به دَ الله پهٔ لار کښې جهاد کؤلو دپاره تیار کړم ۔ فرښتې ورته پهٔ زړهٔ کښې واچؤله چې انشاء الله ورسره ووایه ۔ خو سره دَ دې چې زړهٔ کښې ېٔ هر وخت دَ الله یاد موجود وهٔ پهٔ دې وخت ېٔ دَ خلې نه انشاء الله ونهٔ ختل نو دَ الله قدرت وهٔ دَ هغهٔ دَ دې شپې دَ نژدیکت نه یو بچے هم پیدا نهٔ شو ۔ صرف یوه ښځه بار داره شوه دَ هغې هم هغه بچے پوره کېدو ته ونهٔ رسېدو ۔ دغه شان دَ کمې مودې هسې دَ غوښې ټکړه پیدا شوه ۔ مفسرانو لیکلی دی چې هغه دَ غوښې ټکړه دایانو راؤړه سلیمانؑ ته ېٔ دَ تحت دپاسه کښېښوه چې واخله دا ستا دَ قسم هغه نتیجه ده ۔ دَ دغې نه پهٔ قرآن کښې ”جَسَدٍ“ (بې ساه بدن) سره تعبیر شوے دے ۔ دَ دې پهٔ لیدو سلیمانؑ الله ته رجوع وکړه اؤ دَ انشاء الله نهٔ وئیلو پهٔ غلطیٔ ېٔ ډېره ډېره معافی وغوښته ۔ پهٔ حدیث شریف کښې دی کهٔ پهٔ دغه موقع ېٔ انشاء الله وئیلی وې نو الله تعالیٰ به هم دغه شان کړے وه ۔

(یعنی دَ هرې ښځې نه به ېٔ یو یو بچے پیدا شوے وهٔ) ، (دَ سلیمانؑ څهٔ کم سل ښځې وې) ، پهٔ دې ځائې کښې ځنو مفسرانو دَ سلیمانؑ دَ ګوتې اؤ دَ پېریانو ډېرې وږدې وږدې بې بنیاده قصې لیکلی دی ۔

ابن کثیرؒ لیکلی دی ، دا ټولې دَ اسرائیلیاتو نه اخستی شوی دی اؤ څهٔ ثبوت ېٔ نشته ۔

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْۢ بَعْدِیْ١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ۝۳۵

ترجمه: وې وئیل اے ربه ما معاف کړه اؤ ما ته داسې بادشاهی راکړه چې نهٔ وی لائقه دَ هېچا سره زما نه پس ، بېشکه تهٔ ئ ډېر بخښونکے ، ف۳۶

ف۳۶: یعنی دومره لوئے حکومت راکړه چې زما نه علاوه نهٔ بل چاته نهٔ ورکړې شوے وی اؤ نهٔ ېٔ څوک قابل وی ۔ یعنی چې دَ چا دا همّت نهٔ وی چې زما نه ېٔ دَ اخستو کوشش وکړی ۔ پهٔ دې حدیث کښې دی دَ هر نبی سره دَ یو دعا دَ قبلېدو وعده شوی وی شاید چې دَ سلیمانؑ دا دعا هم هغه دعا وی۔ آخر دَ یو نبی اؤ بادشاه ځوئے وهٔ نو دعا ېٔ هم پهٔ دغه رنګ کښې وغوښته ۔ دغه زمانه دَ غټو غټو بادشاهانو دَ زور اؤ طاقت زمانه وه ۔ نو دعا ېٔ هم دَ زمانې دَ رنګ موافق وغوښته ظاهره ده چې دَ بادشاهت نه دَ یو نبی مطلب خپله خوشحالی اؤ زور قوت نهٔ وهٔ بلکې دَ کوم دین خورؤلو دپاره چې هغه راستؤلے شوے وهٔ دَ هغې دپاره دَ داسې زبردست طاقت ضرورت وهٔ چې پهٔ ټولو طاقتونو غلبه وی ۔ نو دَ سلیمانؑ دا دعا دَ دنیادارو دَ دعا پهٔ شان ګڼل نهٔ دی پکار ۔

فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَۙ۝۳۶

ترجمه: نو مونږ تابع کړو هغهٔ ته باد چلېدو به دَ هغهٔ پهٔ حکم نرم نرم چرته چې به هغهٔ تلل غوښتل ،

وَ الشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّ غَوَّاصٍۙ۝۳۷

ترجمه: اؤ (تابع مو کړل ورته) شیطانان ټول آبادیٔ جوړؤنکی اؤ غوپې وهونکی ، ف۳۷

ف۳۷: یعنی پېریانو به دَ هغهٔ دپاره غټې غټې آبادیٔ کؤلے اؤ دَ سمندر نه ېٔ پرې پهٔ غوپو ملغلرې راوېستې ۔ مخکښې پهٔ سورتِ سبا کښې دَ پېریانو دَ تابع کېدو پوره تفصیل تېر شوے دے ۔

وَّ اٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ۝۳۸

ترجمه: اؤ نور هم ډېر چې خپلو کښې پهٔ زنځیرونو تړلی وو ، ف۳۸

ف۳۸: یعنی دَ دې کار کؤنکیو نه علاوه ډېر پېریان نور هم وو چې هغه ېٔ دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه قید کړی وو ، پهٔ زنځیرونو کښې تړلی پراتهٔ وو ۔

هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ۝۳۹

ترجمه: دا دے زمونږ بخشش اوس تهٔ احسان کوے اؤ کهٔ ساتې ئ هېڅ حساب ېٔ نشته ، ف۳۹

ف۳۹: یعنی ما خو بې حسابه نعمتونه درکړل اوس ستا اختیار دے کهٔ نورو خلقو باندې ېٔ ویشې اؤ کهٔ ځان ته ېٔ ساتې څهٔ حساب درسره نشته ۔

حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دا بله غټه مهربانی ده چې دومره مال دولت ېٔ ورکړو اؤ بیا ېٔ دومره اختیار ورکړو چې څهٔ ورباندې کوی څهٔ ګرفت پرې نشته ۔ لېکن سره دَ دې به هغهٔ ځان دپاره محنت مزدوری کؤله دَ سرکاری خزانې نه به ېٔ ځان ته څهٔ نهٔ اخستل ۔

وَ اِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَ حُسْنَ مَاٰبٍ۠۝۴۰

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ زمونږ سره مرتبه اؤ ښهٔ مقام دے ۔ ف۴۰

ف۴۰: یعنی دَ دنیا دَ دې مال دولت اؤ دومره لوئے بادشاهیٔ ته علاوه ېٔ روحانی مرتبه اؤ زما قرب اؤ پهٔ جنّت کښې ډېر اعلیٰ مقام اؤ وچتې درجې دی ۔

وَ اذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ١ۘ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّ عَذَابٍؕ۝۴۱

ترجمه: اؤ یاد کړه زمونږ بنده ایوب کوم وخت چې هغهٔ فریاد وکړو خپل رب ته چې ما ته را ورسؤلو شیطان تکلیف اؤ مصیبت ف۴۱

ف۴۱: دَ قرآن کریم پهٔ طرز بیان غور اؤ فکر کؤلو نه معلومیږی چې پهٔ کومو کارونو کښې چې څهٔ نقصان یا ضرر وی یا دَ هغې پهٔ وجه یو بل ښهٔ کار پاتې کیږی نو دَ داسې کار نسبت شیطان ته کیږی ۔ لکه دَ موسٰیؑ پهٔ قصه کښې ”وَ مَاۤ اَنْسَانِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْکُرَهٗ“ (سورتِ کهف، رکوع ۹)

(یعنی دا خبره زما نه نهٔ ده هېره کړے مګر شیطان چې زهٔ ېٔ تا ته ووایم)

ځکه چې اکثر دَ داسې خبرو نژدے یا لرې سبب شیطان وی (یعنی پهٔ داسې کار کښې دَ شیطان څهٔ دخل ضرور وی) دَ دغې عامې قاعدې مطابق حضرت ایوبؑ دَ خپلې ناجوړتیا اؤ تکلیف نسبت شیطان ته وکړو ۔ ګویا دَ ادب اؤ عاجزیٔ ظاهرؤلو پهٔ طور ېٔ دې ته اشاره وکړه چې زما نه به ضرور څهٔ داسې کار شوے وی چې زما دَ مرتبې سره به مناسب نهٔ وهٔ دَ هغې پهٔ بدله کښې راته دا تکلیف را ورسېدو ۔ اؤ کېدے شی چې دَ ناجوړتیا پهٔ دوران کښې ورته شیطان پهٔ زړهٔ کښې وسوسې اچؤلے اؤ دَ هغې پهٔ دفع کؤلو کښې ورته تکلیف رسېدو دَ هغې نه ېٔ تعبیر پهٔ عذاب سره وکړو ۔

تنبیه: دَ حضرت ایوبؑ قصه پهٔ سورتِ انبیاء کښې تېره شوے ده ۔

یاد لریٔ پهٔ عامو تفسیرونو کښې دَ ایوبؑ پهٔ قصه بیانؤلو کښې ډېره مبالغه شوے ده ۔ داسې مرض چې عام خلق ترې نفرت کوی ۔ دَ الله دَ نبیانو دَ لوئے مرتبې اؤ عزت خلاف دے ۔ نو پهٔ دغه قصو کښې صرف دغه هومره حصه دَ منلو ده څومره چې دَ نبی دَ لوی شان منافی نهٔ وی ۔

اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ١ۚ هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّ شَرَابٌ۝۴۲

ترجمه: لته ورکړه (زمکې ته) پهٔ خپله ښپه ، دا چینه را ووته دَ لمبلو دپاره یخه اؤ دَ څکلو دپاره (خوږه)

وَ وَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَ مِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَ ذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ۝۴۳

ترجمه: اؤ ورکړهٔ مونږ ورته دَ هغهٔ کورنۍ اؤ دَ هغوی هومره ورسره (نور) پهٔ خپله مهربانیٔ اؤ یادګار دَ عقل والا دپاره ۔ ف۴۲

ف۴۲: کله چې دَ الله اراده وشوه چې جوړ ېٔ کړی ، حکم ېٔ ورکړو چې زمکه پهٔ لته ووهه ۔ دَ لتې وهلو سره هلته یوه چینه ښکاره شوه ۔ ډېرې یخې اؤ خوږې اوبهٔ ېٔ وې ، پهٔ هغې کښې ېٔ ولمبل ، اوبهٔ ترې وڅښلې اؤ ټول مرض ېٔ ختم شو ۔ دَ دغې چینې اوبهٔ ورته الله پاک دارو کړې اؤ څومره بال بچ چې ېٔ دَ کوټې دَ چت لاندې مړ شوے وهٔ دَ هغې پهٔ دوه هومره اولاد الله نور ورکړو اؤ مال دولت ېٔ دَ مخکښې نه زیات ورکړو ۔ پهٔ دې واقعاتو کښې دَ هوښیارانو دپاره عبرت دے چې پوهه شی چې کوم بنده چې دَ مصیبت پهٔ وخت کښې صبر کوی اؤ الله ته رجوع کوی ۔ الله دَ هغهٔ هر قسم امداد کوی اؤ مصیبت ېٔ ختموی ۔

وَ خُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَ لَا تَحْنَثْ١ؕ اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا١ؕ نِّعْمَ الْعَبْدُ١ؕ اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ۝۴۴

ترجمه: اؤ (مونږ ورته ووې) ونیسه پهٔ خپل لاس کښې یو موټې تیلۍ نو وې وهه پرې اؤ پهٔ قسم کښې مهٔ دروغژن کېږه ۔ ف۴۳ بېشکه مونږ وموندو هغه صابر ، بېشکه هغه ډېر ښهٔ بنده دے رجوع کؤنکے ،

ف۴۳: حضرت ایوبؑ دَ ناجوړتیا پهٔ ورځو کښې دَ خپلې ښځې نه پهٔ څهٔ خبره خفه شوے وهٔ نو قسم ېٔ خوړلے وهٔ کهٔ زهٔ جوړ شوم نو تا به سل (۱۰۰) لښتې وهم ۔ دغې بی بی ېٔ پهٔ دې وخت کښې ډېر خدمت کړے وهٔ ۔ داسې ډېره غلطی ترېنه نهٔ وه شوے خو دَ مریض زړهٔ تنګ وی نو ایوبؑ ترې خفه شوے وهٔ ۔ نو الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل ایوبؑ ته دَ قسم پوره کؤلو دا چل وښیٔلو چې دَ دهٔ قسم هم پوره شی اؤ بې ګناه بی بی ته ېٔ تکلیف هم ونهٔ رسی ۔ دا حکم دَ ایوبؑ خصوصیت دے ۔ نن کهٔ چا داسې قسم وخوړو نو پهٔ دې طریقه دَ کفارې نه نهٔ شی خلاصېدے ۔

یاد لریٔ پهٔ کوم چل چې دَ یو شرعی حکم مقصد پاتې کیږی ۔ داسې چل جوړؤل (حیله) جائز نهٔ دی لکه ډېر خلق چې دَ زکوٰة نه ځان بچ کؤلو دپاره چل ول جوړوی ۔ البته کومه حیله باندې چې یو شرعی حکم کښې نقصان نهٔ راځی اؤ دَ یو نیک کار ذریعه جوړیږی داسې حیله جائز ده ۔ نور تفصیل دَ فقهې کتابونو کښې وګوریٔ ۔

وَ اذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَ الْاَبْصَارِ۝۴۵

ترجمه: اؤ یاد کړه زما بندیان ابراهیم اؤ اسحاق اؤ یعقوب دَ لاسونو خاوندان اؤ دَ سترګو خاوندان ، ف۴۴

ف۴۴: یعنی دَ نیک عمل اؤ معرفت خاوندان چې پهٔ لاس ښپو نیک کارونه اؤ عبادت کوی اؤ پهٔ سترګو دَ الله قدرتونو ته ګوری ، غور و فکر کوی اؤ یقین و معرفت ېٔ زیاتیږی ۔

اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِۚ۝۴۶

ترجمه: مونږ ممتاز کړل هغوی پهٔ یوه خاصه خبره یاد دَ هغه کور ف۴۵

ف۴۵: دَ نبیانو خصوصیت دا دے چې دَ هغوی پهٔ شان دَ الله ذکر اؤ دَ آخرت یاد هېڅوک نهٔ شی کؤلے ۔ ځکه ېٔ دَ الله سره مرتبه هم دومره وچته ده ۔

وَ اِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِؕ۝۴۷

ترجمه: اؤ بېشکه دا ټول زمونږ پهٔ نزد غوره اؤ نیک بندیان دی ،

وَ اذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَ الْیَسَعَ وَ ذَا الْكِفْلِ١ؕ وَ كُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِؕ۝۴۸

ترجمه: اؤ یاد کړه اسماعیل اؤ یسع اؤ ذوالکفل ، هر یو وهٔ دَ خوبیٔ مالک ، ف۴۶

ف۴۶: دَ حضرت اسماعیلؑ اؤ دَ ذوالکفل حال مخکښې تېر شوے دے ۔ اؤ وئیلی شی چې اَلْیَسَعْ دَ الیاسؑ نائب وهٔ اؤ الله پاک نبوت ورکړے وهٔ ۔

هٰذَا ذِكْرٌ١ؕ وَ اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍۙ۝۴۹

ترجمه: دا یوه خبره وشوه ف۴۷ اؤ بېشکه دَ پرهیزګارو دپاره بهترین مقام دے ،

ف۴۷: یعنی دا خو دَ نبیانو حال وهٔ اوس دَ نورو پرهېزګارو مؤمنانو حال واؤریٔ ۔

جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُۚ۝۵۰

ترجمه: دَ همېشه وسېدو باغونه پرانستی ېٔ دی دَ هغوی دپاره دروازې ۔ ف۴۸

ف۴۸: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ مؤمنان چې جنّت ته لاړ شی نو هر څوک به نېغ خپل کور ته ننوځی ۔ ورونه به ورته پهٔ انتظار لرې پراتهٔ وی ۔ تنبه وهل اؤ آواز کؤل به نهٔ غواړی ۔

مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّ شَرَابٍ۝۵۱

ترجمه: تکیه به ېٔ پکښې لګؤلے وی اؤ راغواړی به ډېرې ډېرې مېوې اؤ شراب ، ف۴۹

ف۴۹: یعنی قسم قسم اعلیٰ مېوې څومره چې غواړی خادمان به ورته مخکښې ږدی ۔ (دَ څهٔ شی کمے به نهٔ وی)

وَ عِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ۝۵۲

ترجمه: اؤ ورسره ناستې دی ښکته نظرې همزولې جینکۍ ، ف۵۰

ف۵۰: یعنی ټولې جینکۍ به ځوانې اؤ یو همزولې وی یا دا چې پهٔ شکل شباهت اؤ خوی بوی کښې به ورته دَ خپلو ښځو پهٔ شان ښکاری ۔

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ۝۵۳

ترجمه: دا هغه شے دے چې تاسو سره ېٔ وعده ده دَ حساب دَ ورځ ،

اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍۚۖ۝۵۴

ترجمه: دا زمونږ درکړے روزی ده نشته دَ دې خلاصے ، ف۵۱

ف۵۱: یعنی داسې دائمی نعمتونه چې هېچرې به نهٔ ختمیږی ۔

هٰذَا١ؕ وَ اِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍۙ۝۵۵

ترجمه: دا مو واؤرېدل ف۵۲ اؤ بېشکه شریرانو دپاره ډېر خراب ځائې دے ،

ف۵۲: یعنی دَ پرهېزګارو انجام خو مو واؤرېدو اوس دَ دوزخیانو حال واؤریٔ ۔

جَهَنَّمَ١ۚ یَصْلَوْنَهَا١ۚ فَبِئْسَ الْمِهَادُ۝۵۶

ترجمه: دوزخ چې دوی به ور اچؤلے شی نو څومره خراب دَ پروتی ځائې دے،

هٰذَا١ۙ فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّ غَسَّاقٌۙ۝۵۷

ترجمه: هم دغه دے نو اوس خوند څکیٔ ف۵۳ دَ ګرمو اوبو ځوؤ ف۵۴

ف۵۳: یعنی دغه دے هغه دوزخ چې تاسو به ترې انکار کؤلو اوس ېٔ خوند وڅکیٔ ۔

ف۵۴: دَ ”غَسَّاقْ“ معنٰی چا خو دَ دوزخیانو دَ زخمونو وینې ځوې کړی دی چې یشېدلے اوبهٔ اؤ دغه وینې ځوې به څښلو ته ورکؤلے شی چې دَ مارانو لړمانانو زهر به هم پکښې ګډ وی ۔ اؤ چا وئیلی دی ”غَسَّاقْ “ دومره یخې اوبهٔ دی چې څوک ېٔ تېرؤلے نهٔ شی ، دَ ”حَمِیْم“ پوره ضد (یعنی یا خو به داسې یشېدلے اوبهٔ وی چې کولمې به پرېکوی اؤ یا به داسې یخې وی چې دَ ډېرې یخنیٔ نه به ېٔ تېرؤلے نهٔ شی ۔ (دَ دوزخ دوه طبقې دی یوه دَ اور ډېره ګرمه اؤ بله دَ زمهریر ډېره یخه دواړه قسمه عذاب)

وَّ اٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌؕ۝۵۸

ترجمه: اؤ نور هم دَ دې پهٔ شان قسم قسم څیزونه ،

هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ١ۚ لَا مَرْحَبًۢا بِهِمْ١ؕ اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ۝۵۹

ترجمه: دا یو فوځ دے چې پهٔ دیکو را روان دے له تاسو سره ، نه دې وی خوشحالی دوی دپاره ، بېشکه دوی ننوتونکی دی اور ته ،

قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ١۫ لَا مَرْحَبًۢا بِكُمْ١ؕ اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا١ۚ فَبِئْسَ الْقَرَارُ۝۶۰

ترجمه: دوی ووې بلکې هم تاسو ییٔ چې دَ آرام ځائې نشته ستاسو دپاره ، هم تاسو راوړاندې کړے ده (دا سختی) زمونږ دپاره ، نو څومره ډېر خراب ځائې دے دَ دېرې دپاره ، ف۵۵

ف۵۵: دا خبرې به دوزخیان خپلو کښې کوی چې فرښتې ېٔ ډلې ډلې دوزخ ته وراچوی نو خپلو کښې به دا خبرې کوی ۔ وړومبیٔ ډله به دَ کافرو دَ مشرانو اؤ سردارانو وی ، ورپسې به ېٔ تابعدار ، کشران اؤ غریبان رعیت وی ۔ دوی چې دَ لرې نه ووینی نو دا سرداران به وائی دا دے بله ډله هم پهٔ دیکو را روانه ده دوزخ ته ، الله دې ېٔ ووهی دَ دوی هم بل ځائې نهٔ وهٔ مونږ پسې راغلل ۔ الله دې وکړی چې آزاد ځائې ېٔ ونهٔ رسی ۔ هغوی به ځواب ورکړی ۔ کم بختو تاسو دې الله ووهی اؤ هېچرې دې آرام در نهٔ کړی ، هم تاسو مونږ تباه کړو ۔ پهٔ دنیا کښې تاسو پسې روان وو ، ستاسو خبره مو منله نو دې حال ته مو را ورسؤلو ۔ اوس چرته لاړ شو هر څهٔ چې وی دغه مو ځائې دے ۔ (تنګ وی کهٔ آزاد ځان به ځائې کوؤ)

قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ۝۶۱

ترجمه: هغوی ووې زمونږ ربه چا چې را وړاندې کړے دے (دا مصیبت) مونږ ته نو زیات کړه پهٔ هغوی دو چند عذاب پهٔ اور کښې ، ف۵۶

ف۵۶: یعنی خپلو کښې چې پهٔ یو بل لعنت ملامت وکړی نو بیا به دا غریبان الله ته سوال وکړی چې اے ربه دې بدبختو پهٔ مونږ دا سخته راوستې ده نو تهٔ دوی ته پهٔ دوزخ کښې دوچند عذاب ورکړه ۔ (نور وس ېٔ نهٔ رسېدو نو پهٔ دې ېٔ زړهٔ یخؤلو چې مونږ سره ېٔ بد کړی دی نو پهٔ دوی به هم سخته زیاته شی) کهٔ پهٔ هغوی سخته شوے وې نو دوی ته ېٔ څهٔ خیر وهٔ ۔ خو دا پهٔ یو بل لعنت ، ملامت اؤ زړهٔ کښې تاؤ هم یو عذاب دے ۔

وَ قَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِؕ۝۶۲

ترجمه: اؤ هغوی به وائی څهٔ چل دے چې مونږ نهٔ وینو هغه کسان چې مونږ به ناکاره خلق ګڼل ،

اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ۝۶۳

ترجمه: آیا مونږ ورپور ې بې ځایه خندل اؤ کهٔ زمونږ نظر ترې خطا شو ، ف۵۷

ف۵۷: دوی به خپل دَ لیدو کتو خلق واړهٔ لوی ټول پهٔ دوزخ کښې ووینی خو دَ خپلې خلقې مسلمانان به ېٔ پهٔ نظر رانهٔ شی نو حیران به وی وائی به چې دغه خلق خو هم زمونږ سره پهٔ یو کلی کښې وسېدل نو هغوی چرته لاړل؟ نو آیا مونږ غلطی کؤله چې هغوی پورې به مو خندل ، هغوی دوزخ ته رانهٔ غلل کهٔ نه هم پهٔ دوزخ کښې دی خو بل ځائې دی مونږ ته نهٔ ښکاری ۔

اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ۠۝۶۴

ترجمه: دا خبره بالکل صحیح ده جګړه کؤل دَ دوزخیانو پهٔ خپلو کښې ، ف۵۸

ف۵۸: یعنی پهٔ ظاهره دا خبره عقل نهٔ اخلی پهٔ داسې سخته کښې به څوک خبرو ته څنګه جوړ شی لېکن یاد لریٔ داسې به کیږی ۔ دا خبره یقینی ده څهٔ شک پکښې نشته ۔ دا هم یو قسم عذاب دے ۔

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ١ۖۗ وَّ مَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُۚ۝۶۵

ترجمه: تهٔ ورته ووایه زهٔ خو بس ویرؤنکے یم اؤ نشته بل معبود مګر یو الله ډېر زبردست ،

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ۝۶۶

ترجمه: رب دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ څهٔ چې دَ دې دواړو ترمینځه دی زبردست ګناه بخښونکے ف۵۹

ف۵۹: زما کار خو دومره دے چې تاسو دَ هغه سخت وخت نه خبر کړم چې ځان ورته تیار کړیٔ باقی تاسو چې به دَ چا مخکښې حاضرېږیٔ هغه داسې زبردست دے چې دَ هغهٔ مخکښې هېڅوک غږ نهٔ شی کؤلے ، دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ دَ دواړو ترمینځه ټول څیزونه دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دی ، تر څو چې غواړی پهٔ خپل حال ېٔ پرېږدی اؤ کله چې وغواړی ګډ وډ به ېٔ کړی ۔ هغه ډېر زبردست دے هېڅوک ېٔ لاس نهٔ شی نیوې اؤ ډېر بخښونکے مهربانه دے څهٔ حد ېٔ نشته ۔

قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌۙ۝۶۷

ترجمه: تهٔ ورته ووایه دا یو غټ خبر دے ،

اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ۝۶۸

ترجمه: چې تاسو ترې مخ اړویٔ ، ف۶۰

ف۶۰: یعنی قیامت اؤ دَ قیامت حالات وړه خبره نهٔ ده یو عظیم خبر دے چې زهٔ ېٔ درکړم ۔ لېکن افسوس دے چې تاسو ترې بالکل بې فکره ییٔ هډو خیال ورته نهٔ کویٔ ۔ زهٔ ستاسو دَ خیر خبره کوم اؤ تاسو ورپورې خندا کویٔ چې دا قیامت به کله وی اؤ څنګه به وی؟ اؤ ایسار ولې دے اوس ولې نهٔ راځی؟ وغېره ۔

مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍۭ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ۝۶۹

ترجمه: زهٔ هېڅ خبر نهٔ وم دَ پورته مجلس نه کله چې دوی پهٔ خپلو کښې بحث کوی ،

اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ۝۷۰

ترجمه: ما ته خو دغه حکم کیږی چې نور هېڅ نشته خو زهٔ ویرؤنکے یم صفا صفا، ف۶۱

ف۶۱: مَلَاءِ اَعْلٰی“ دَ فرښتو مجلس دَ چا پهٔ لاس چې دَ دنیا دَ انتظام متعلق کارونه دی ۔ یعنی دَ فرښتو پهٔ مجلس کښې چې دَ دنیا دَ نظام دَ باقی پرېښو یا فنا کؤلو متعلق کومې خبرې کېدے زهٔ دَ هغې نه څهٔ خبر ووم چې تاسو ته به مې وې ۔ خو الله تعالیٰ چې څومره خبر راکړے دے هغه تاسو ته بیانؤم ۔ څهٔ چې درته وایٔم دَ وحې نه ېٔ وایٔم ۔ الله ما ته حکم راکړے دے چې تاسو دَ راتلونکے سختې ورځې نه خبر کړم ۔ باقی دا چې هغه ورځ به کله وی دا خبر ما ته نهٔ دے راکړې شوے اؤ نهٔ دَ دې پهٔ معلومېدو کښې څهٔ خیر شته ۔ حدیث شریف دے : ”دَ نبیانو پهٔ مجلس کښې دَ قیامت بحث کېدو چې کله به وی ټولو ووې دَ ابراهیمؑ نه تپوس وکړیٔ هغه به خبر وی ۔ هغهٔ نه چې تپوس وشو ورته ېٔ ووې زهٔ نهٔ یم خبر ، بیا موسٰیؑ ته ورغلهٔ هغهٔ هم دغه ځواب ورکړو ، بیا عیسٰیؑ ته لاړل هغهٔ هم ورته ووې عین وخت خو ېٔ ما ته هم نهٔ دے معلوم البته الله تعالیٰ راسره وعده کړے ده الخ“ اؤ یو بل حدیث دے چې عیسٰیؑ دَ جبریلؑ نه تپوس وکړو چې قیامت به کله وی ۔ هغهٔ ورته ووې زهٔ ترې له تا نه زیات نهٔ یم خبر (ما المسؤول عنھا بأعلم من السائل) دَ دې حدیث نه معلومه شوه چې پهٔ ملأ اعلیٰ کښې دا قسم مجلسونه کیږی ۔ دَ دې نه علاوه نورې هم داسې خبرې دی چې خپلو کښې پرې بحث کوی ۔ لکه پهٔ یو حدیث کښې دَ الله تعالیٰ دَ حضورﷺ نه تپوس کؤل:

فِیْمَ یَخْتَصِمُ الْمَلَأُ الْاَعْلٰی“ (پهٔ ملأ اعلیٰ کښې څهٔ بحث کیږی) اؤ دَ حضورﷺ ځواب ورکؤل ذکر شوی دی ۔ لېکن دَ دې بحثونو علم بې دَ وحې نه نهٔ شی کېدے ۔ هم دغه وحې وه چې حضور اکرمﷺ ته ېٔ دَ دوزخیانو دَ جګړې کؤلو خبر ورکړو ۔

هم دغه شان دَ آدمؑ اؤ دَ فرښتو اؤ ابلیس معامله دَ ملأ اعلیٰ خبرې دی چې حضور اکرمﷺ ته ېٔ خبر ورکړې شوے دے ۔

اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ۝۷۱

ترجمه: کله چې ستا رب ووې فرښتو ته زهٔ جوړؤم دَ خټې نه یو بنیادم ف۶۲

ف۶۲: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دا یعنی دَ آدمؑ دَ پیدا کؤلو واقعه هم دَ ملأ اعلیٰ پهٔ بحثونو کښې یو بحث وهٔ ۔

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَ نَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ۝۷۲

ترجمه: نو کوم وخت چې ېٔ برابر کړم اؤ واچؤم پکښې خپل روح ف۶۳ نو تاسو پرېوځیٔ ورته پهٔ سجده ۔

ف۶۳: یعنی چې جوثه ېٔ دَ خټې نه سمه ښهٔ تیاره کړم نو دَ خپل طرف نه به پکښې ورح واچؤم ۔ شاه شاحب لیکی دَ روح نسبت ېٔ ځان ته ځکه وکړو چې دا دَ اوبو اؤ خټې نه نهٔ وهٔ جوړ دَ عالمِ غیب نه راغلے وهٔ ۔ دَ روح متعلق پوره تفصیل پهٔ سورتِ بنی اسرائیل کښې تېر شوے دے هلته روح الله ته نسبت باندې هم تبصره شوے ده هغه وګوریٔ ۔

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَۙ۝۷۳

ترجمه: بیا سجده وکړه فرښتو ټولو پهٔ جمع ،

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ١ؕ اِسْتَكْبَرَ وَ كَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ۝۷۴

ترجمه: مګر ابلیس ف۶۴ لوئی ېٔ وکړه اؤ وهٔ هغه دَ منکرانو نه ف۶۵

ف۶۴: دا قصه پهٔ سورتِ بقره اؤ اعراف وغېره سورتونو کښې ډېر ځله بیان شوے ده اؤ پوره بحث پرې شوے دے ۔

ف۶۵: شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ ابلیس دَ اصل نه جن وهٔ چې اکثر پکښې نافرمانه دی خو دې دَ ډېر عبادت پهٔ وجه فرښتو سره وسېدو ۔ (بیا هم پکښې خپل خوی راغلو)

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ١ؕ اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ۝۷۵

ترجمه: (الله) وفرمائیل اے ابلیسه څهٔ شی منع کړې چې سجده وکړې هغه څیز ته چې جوړ کړے دے ما پهٔ خپلو لاسونو ، ف۶۶ تا لوئی وکړه اؤ کهٔ وې لوئے پهٔ درجه کښې ۔ ف۶۷

ف۶۶: حضرت شاه فاحبؒ لیکی یعنی بدن ېٔ پهٔ ظاهری قدرت (عالمِ اسباب) اؤ روح ېٔ پهٔ باطنی قدرت (عالمِ غیب نه) پیدا کړو ۔ الله تعالیٰ غیب څیزونه پهٔ بل شانِ قدرت پیدا کوی اؤ ظاهری څیزونه پهٔ بل شانِ قدرت ۔ پهٔ بنیادم کښې دواړه قدرتونه استعمال شوی دی ۔ پهٔ سورتِ مائده دَ شپږمې پارې پهٔ آخر کښې آیت ” بل یَدَاهُ مَبْسُوْطَتَانِ یُنْفِقُ کَیْفَ یَشَآءُ“ کښې دَ یَدُ اللهِ متعلق پوره تفصیل شوے دے هغه وګوریٔ ۔

(علامه عثمانیؒ فرمائی) دَ الله تعالیٰ پهٔ صفاتو کښې زما پهٔ خیال دَ مشرانو عالمانو مسلک صفا اؤ واضح اؤ مضبوط دے (یعنی معنٰی ېٔ الله ته سپارل اؤ څهٔ تاویل ېٔ نهٔ کؤل اجمالی ایمان پرې راؤړل)

ف۶۷: یعنی هسې ځان لوئے ګڼل اؤ کهٔ واقعی لوئے ئ ۔

قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ١ؕ خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّ خَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ۝۷۶

ترجمه: (ابلیس ووې) زهٔ بهتر یم دَهغهٔ نه ، زهٔ دې پیدا کړے یم دَ اور نه اؤ هغه دې جوړ کړے دے له خټې نه ، ف۶۸

ف۶۸: دَ دې بیان پهٔ سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے ۔

شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ اور ګرم اؤ تیز دے اؤ خاوره غلې اؤ یخه ده ۔ نو ابلیس دا خیال وکړو چې اور دَ خاورې نه بهتر دے ۔

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌۚۖ۝۷۷

ترجمه: (الله) وفرمائیل نو اوس وځه دَ دې ځائې نه تهٔ مردود شوې ۔ ف۶۹

ف۷۹: یعنی جنّت ته به دَ فرښتو مجلس ته تلو ، اوس ترې منع شو ۔

وَّ اِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ۝۷۸

ترجمه: اؤ پهٔ تا باندې زما لعنت دے دَ قیامت تر ورځې ۔ ف۷۰

ف۷۰: یعنی تر قیامته به پهٔ تا باندې ستا دَ ناکاره کارونو پهٔ وجه لعنت ورځ پهٔ ورځ زیاتیږی ۔ آخری نتیجه به ېٔ څهٔ وی هغه مخکښې راځی چې دوزخ ته به غورزؤلے شی اؤ هلته چې پرې کوم لعنت وریږی هغه به دَ ټولو نه زیات وی ۔

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ۝۷۹

ترجمه: (ابلیس) ووې اے ربه ما ته مهلت راکړه تر هغې ورځې چې مړی راپورته شی ، ف۷۱

ف۷۱: یعنی دویٔم ځل شپیلۍ وهلو تر وخته چې مړی به دوباره ژوندی شی اؤ دَ زمکې نه به راپورته شی ۔

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَۙ۝۸۰

ترجمه: (الله) وفرمائیل تا ته مهلت دے ،

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ۝۸۱

ترجمه: دَ هغې معلومې ورځې تر وخته ۔ ف۷۲

ف۷۲: یعنی تر اول ځل شپېلۍ وهلو مهلت ورکړې شو نور نه ۔

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَۙ۝۸۲

ترجمه: (ابلیس) ووې نو قسم دے ستا پهٔ عزت چې زهٔ به ګمراه کؤم دا ټول بنیادم،

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ۝۸۳

ترجمه: مګر کوم چې پهٔ دوی کښې ستا غوره بندیان دی ،

قَالَ فَالْحَقُّ١٘ وَ الْحَقَّ اَقُوْلُۚ۝۸۴

ترجمه: (الله) وفرمائیل هم دغه صحیح خبره ده اؤ زهٔ رښتیا وایم ۔ ف۷۳

ف۷۳: یعنی زما ټولې خبرې حقې اؤ رښتیا دی ۔

لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَ مِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ اَجْمَعِیْنَ۝۸۵

ترجمه: چې ضرور به ډک کړم دوزخ له تا نه اؤ څوک چې ستا پهٔ لار روان شو دغه ټولو نه ،

قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ وَّ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِیْنَ۝۸۶

ترجمه: (اے رسوله) تهٔ ورته ووایه زهٔ نهٔ غواړم تاسو نه (پهٔ دې نصیحت) څهٔ بدله اؤ نهٔ یم زهٔ تکلّف کؤنکے ،

اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ۝۸۷

ترجمه: دا خو یو نصیحت دے دَ دنیا ټولو خلقو ته ،

وَ لَتَعْلَمُنَّ نَبَاَهٗ بَعْدَ حِیْنٍ۠۝۸۸

ترجمه: اؤ تاسو ته به معلوم شی دَ دې حال لږ وخت پس ۔ ف۷۴

ف۷۴: یعنی دَ نصیحت نه زما مطلب دا دے چې خپل دوست دښمن وپیژنیٔ ۔ شیطان لعین مو ازلی دښمن دے ۔ دَ هغهٔ پهٔ خلهٔ پسې مهٔ ځیٔ ، کندې ته مو غورزوی ۔ دَ نبیانو خبره ومنیٔ ، ستاسو دَ خیر خبره کوی ، خپل څهٔ عرض ېٔ پکښې نشته ۔ زهٔ له تاسو نه پهٔ دې نصیحت څهٔ بدله نهٔ غواړم اؤ نهٔ دَ ځانه خبرې جوړؤم ۔ دَ الله دَ طرف نه راته ستاسو دَ خبرؤلو حکم شوے وهٔ ، خبر مې کړیٔ ۔ لږه موده کښې به خپله درته پته ولګی چې زما خبره څومره صحیح اؤ زما نصیحت څومره رښتونے وهٔ ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الزُّمُرِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمْسُ وَّ سَبْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَمَانِیْ رُکُوُعَاتِ ۔

ترجمه: سورتِ زمر پهٔ مکّه کښې نازل شوے اؤ دې کښې پنځهٔ اویا آیتونه اؤ اتهٔ رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ۝۱

ترجمه: راکوزؤل دَ کتاب دی دَ الله نه چې زبردست دے دَ حکمتونو خاوند، ف۱

ف۱: هغه زبردست دے نو ضرور به دَ هغهٔ دَ کتاب حکم جاری کیږی څوک ېٔ بندؤلے نهٔ شی اؤ حکیم دے نو دنیا ته چې ېٔ کوم کتاب راستؤلے دے دَ خوبیانو اؤ حکمتونو خزانه ده ۔ بل کتاب ورسره مقابله نهٔ شی کؤلے ۔

اِنَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللّٰهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّیْنَؕ۝۲

ترجمه: ما درکوز کړو کتاب صحیح صحیح نو عبادت کوه دَ الله خالص کړه هغهٔ لره عبادت ،

اَلَا لِلّٰهِ الدِّیْنُ الْخَالِصُ١ؕ وَ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ١ۘ مَا نَعْبُدُهُمْ اِلَّا لِیُقَرِّبُوْنَاۤ اِلَی اللّٰهِ زُلْفٰی١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ فِیْ مَا هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ١ؕ۬ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ كٰذِبٌ كَفَّارٌ۝۳

ترجمه: واؤریٔ ، هم الله لره دے عبادت خالص ف۲ اؤ کومو کسانو چې نیولی دی دَ الله نه غیر نور امدادیان چې مونږ خو دَ دوی عبادت ځکه کوؤ چې ومو رسوی الله ته نژدے درجې ته ، بېشکه الله به فیصله کوی دَ دوی ترمینځه پهٔ کومو خبرو کښې چې دوی اختلاف کوی ۔ ف۳ بېشکه الله لار نهٔ ورکوی هغه چا ته چې دروغژن وی حق نهٔ منونکے ۔ ف۴

ف۲: یعنی تهٔ پوره پهٔ تسلیٔ اؤ اطمینان سره دَ خپل رب عبادت کښې مشغول وسه اؤ خلق هم خالص دَ الله عبادت ته رابله اؤ اعلان وکړه چې الله صرف هغه عبادت قبلوی کوم چې خالص یو الله ته وشی ، دَ شرک اؤ شک شبهې دَ بوی نه پاک و صاف وی ۔ کوم عمل چې دَ اخلاص نه خالی وی دَ هغې هېڅ قدر نشته ۔

ف۳: اکثر مشرکان دا وائی چې لوئے خدائې یو دے لېکن مونږ دَ دې وړو خدایانو عبادت ځکه کوؤ چې دوی مو لوی خدائې ته نژدے کړی اؤ هغهٔ ته زمونږ سفارش وکړی چې پهٔ مونږ مهربانه شی ۔ دَ دې ځواب ورکړې شو چې دا دَ مسلمانانو سره بحث کؤلو دپاره هسې بهانې دی ۔ کویٔ چې څهٔ مو خوښه وی ۔ دَ فیصلې ورځ شته پهٔ دغه ورځ به درته هر څهٔ صفا صفا معلوم شی ۔ پهٔ دغه ورځ به الله پاک خپله دَ حق و باطل ترمینځه فیصله وکړی ۔

ف۴: یعنی چا چې زړهٔ کښې دا پخه فیصله کړے ده چې حق خبره به هرګز نهٔ منم اؤ پهٔ دغه باطله عقیده به کلک ولاړ یم ، دَ حقیقی خالق احسان به نهٔ منم اؤ دَ باطلو معبودانو عبادت به کؤم ۔ دَ الله عبادت دا دے چې داسې ضدی جاهل ته سمه لار نهٔ ښیٔ ۔

لَوْ اَرَادَ اللّٰهُ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفٰی مِمَّا یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ١ۙ سُبْحٰنَهٗ١ؕ هُوَ اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ۝۴

ترجمه: کهٔ الله غوښتے چې اولاد ونیسی نو خوښ کړے به ېٔ وهٔ پهٔ خپل مخلوق کښې څوک چې ېٔ خوښ وې ، ف۵ هغه الله پاک دے اؤ هغه دے الله یواځې ډېر زبردست ۔ ف۶

ف۵: دَ دې ځائې نه دَ دغه باطلې عقیدې تردید کیږی څوک چې دَ الله دپاره اولاد منی لکه عیسایان چې وائی مسیحؑ دَ الله ځوئے وهٔ اؤ پهٔ دې طریقه درے خدایان منی اؤ دَ دریو نه یو جوړوی یا لکه یهودیان چې عزیرؑ ته دَ الله ځوئے وائی یا دَ عربو ځنو قبیلو چې به فرښتو ته دَ الله لوڼه وې ۔ مطلب ېٔ دا دے چې دَ الله خو اولاد نشته اؤ بالفرض کهٔ اراده ېٔ وې چې ځان ته اولاد جوړ کړی نو ظاهره ده چې پهٔ خپل مخلوق کښې به ېٔ څوک ځان ته اولاد کؤلو ځکه چې پهٔ دلائلو ثابته ده چې دَ الله نه غیر چې پهٔ دې دنیا کښې څهٔ دی ټول دَ الله مخلوق دی اؤ ظاهره ده چې دَ مخلوق اؤ خالق ترمینځه هېڅ قسم نوعی یا جنسی شرکت ممکن نهٔ دے ۔ اؤ دَ اولاد خو پلار سره جنس یو کېدل ضروری دی ۔ نو واضحه شوه چې مخلوق دَ الله اولاد کېدے نهٔ شی ۔ دَ مخلوق اؤ دَ خالق سره رشته محاله ده اؤ فرض کړه کهٔ محاله نهٔ وې بیا هم چې هغهٔ ځان ته اولاد خوښؤلے نو پهٔ خپل مخلوق کښې به ېٔ دَ ټولو نه بهتر شے ځان ته خوښ کړے وهٔ ۔ نو دا څنګه کېدے شی چې ځان ته ېٔ لوڼه خوښې کړې اؤ تاسو ته ېٔ ځامن درکړل ۔

(یاد لریٔ پهٔ دغه زمانه کښې عربو دَ لوڼو نه سخت نفرت کؤلو ، ژوندیٔ به ېٔ ښخؤلے) ۔

ف۶: دَ دنیا هر شے دَ هغهٔ مخکښې کمزورے دے ، پهٔ هغهٔ هېڅوک غالب نشته هغه پهٔ ټولو غالب دے ۔ نهٔ پرې څوک غالب شته اؤ نهٔ ېٔ څهٔ څیز ته حاجت شته نو آخر هغه پهٔ اولاد څهٔ کوی ، اولاد ته ېٔ څهٔ حاجت دے؟

خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِالْحَقِّ١ۚ یُكَوِّرُ الَّیْلَ عَلَی النَّهَارِ وَ یُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَی الَّیْلِ وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ١ؕ كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ اَلَا هُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ۝۵

ترجمه: پیدا ېٔ کړل آسمانونه اؤ زمکه صحیح صحیح ، راچاپېره کوی شپه پهٔ ورځ اؤ راچاپېره کوی ورځ پهٔ شپه ، ف۷ اؤ پهٔ کار ېٔ لګؤلی دی نمر اؤ سپوږمۍ ، هر یو روان دے تر یوې مقررې نېټې ۔ واؤریٔ! هم هغه دے زبردست ګناه بخښونکے ۔ ف۸

ف۷: دَ نماښام پهٔ وخت کښې نمر خاتهٔ ته وګوریٔ داسې ښکاری لکه دَ تیرے یو تور څادر ورو ورو راپورته کیږی اؤ دَ رڼا څادر ېٔ دَ مخې نه رانغښتے شی ۔ رڼا ځی اؤ تیارهٔ راخوریږی ۔ دغه شان دَ صبح صادق پهٔ وخت دَ رڼا څادر راخوریږی اؤ دَ مخې نه ېٔ دَ تیرے څادر نغښتے شی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ هره ورځ یو یو څادر راځی اؤ ختمیږی نه ۔

ف۸: هغه زبردست دے اؤ پهٔ دغه خپل بې حسابه طاقت ېٔ دَ دنیا دا نظام قائم ساتلے دے ۔ دَ بندیانو سرکشی اؤ نافرمانی خو دا غواړی چې دا دنیا سمدستی ورانه شی خو الله ډېر بخښونکے اؤ معاف کؤنکے دے ځکه دا دنیا آباده ده ۔

خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَ اَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ الْاَنْعَامِ ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ١ؕ یَخْلُقُكُمْ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ خَلْقًا مِّنْۢ بَعْدِ خَلْقٍ فِیْ ظُلُمٰتٍ ثَلٰثٍ١ؕ ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ١ؕ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ۝۶

ترجمه: پیدا ېٔ کړیٔ تاسو دَ یو نفس نه بیا ېٔ پیدا کړه هم دَ هغې نفس نه دَ هغهٔ جوړه ف۹ اؤ را واېٔ ستؤل تاسو ته څاروی اتهٔ نر اؤ ښځه ف۱۰ پیدا کوی تاسو دَ میاندو پهٔ ګېډو کښې پهٔ یو شان دَ بل شان نه پس ف۱۱ پهٔ دریو تیرو کښې ف۱۲ هم دغه الله دے رب ستاسو بادشاهی هم دَ هغهٔ ده بل هېڅ یو معبود نشته بې دَ هغهٔ نه ، نو بیا تاسو چرته ګرځیٔ ۔ ف۱۳

ف۹: یعنی حضرت آدمؑ اؤ دَ هغهٔ بی بی حوا ابۍ ۔

ف۱۰: یعنی ستاسو دَ فائدې دپاره ېٔ څاروی پیدا کړل ۔ اتهٔ څیزونه نر اؤ ښځه جوړې جوړې ۔ لکه (۱) اوښ اؤ (۲) اوښه ، (۳) غوا ، (۴) غوئے ، (۵) ګډ ، (۶) ګډه ، (۷) بزه ، (۸) پسهٔ (چېلۍ ، چېلے) وغېره دَ کومو بیان چې پهٔ سورتِ انعام کښې تېر شوے دے ۔

ف۱۱: یعنی دَ مور پهٔ ګېډه کښې دَ بنیادم تخلیق درجه پهٔ درجه مکمل شو ۔ مثلاً دَ نطفې نه علقه (دَ وینې ټوټه) شوه ۔ بیا دَ علقې نه مضغه (دَ غوښې ټوټه) شوه ۔ بیا پکښې هډوکے جوړ شو ، څرمن ور واغوستې شوه اؤ روح پکښې راچؤلے شو ۔

ف۱۲: درے تیرې یوه (۱) ګېډه ، بل (۲) رحم اؤ بله هغه (۳) پرده چې بچے پکښې پروت وی ۔ دغه پرده دَ بچی سره وغورزیږی اؤ رحم صفا پاتې شی ۔

ف۱۳: یعنی چې خالق ، رب اؤ مالک دغه الله دے نو بیا عبادت هم خالص دَ الله پکار دے ۔ دَ الله دَ دې صفتونو دَ اقرار نه پس بیا دَ بل چا عبادت څنګه کویٔ؟ اؤ چې منزل ته دومره نژدے را رسېدلی ییٔ نو بیا چرته اخوا دېخوا ګرځیٔ ۔ (بس عبادت هم دغه خالق ته خالص کړیٔ نو شریکان ورسره مهٔ جوړویٔ)

اِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنْكُمْ١۫ وَ لَا یَرْضٰی لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ١ۚ وَ اِنْ تَشْكُرُوْا یَرْضَهُ لَكُمْ١ؕ وَ لَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی١ؕ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ١ؕ اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۷

ترجمه: کهٔ تاسو انکار کویٔ دَ الله نه نو الله تاسو نه بې پرواه دے ، اؤ هغه نهٔ خوښوی دَ خپلو بندیانو منکر کېدل ف۱۴ اؤ کهٔ تاسو دَ هغهٔ حق منیٔ نو دغه ستاسو دپاره خوښوی ف۱۵ اؤ نهٔ به پورته کوی هېڅوک پورته کؤنکے دَ بل پېټې ، ف۱۶ بیا دَ خپل رب طرف ته دَ ستاسو راګرځېدل دی نو هغه به مو خبر کړی څهٔ چې تاسو کؤل ، بېشکه هغه خبر دے دَ زړونو پهٔ خبرو ، ف۱۷

ف۱۴: یعنی کهٔ دَ هغهٔ دَ وحدانیت نه انکار کویٔ اؤ دَ هغهٔ احسان نهٔ منیٔ نو ستاسو خپل نقصان دے هغهٔ ته هېڅ نقصان نهٔ شیٔ رسؤلے ۔

ف۱۵: یعنی چې بندیان دَ هغهٔ تابعدار اؤ فرمانبردار وی نو دا خبره دَ هغهٔ خوښه ده اؤ خیر ېٔ دغه بندیانو ته رسی ۔

ف۱۶: یعنی دا نهٔ شی کېدے چې نافرمانی یو کس وکړی اؤ ګېر پکښې بل شی ۔ هلته داسې تیارهٔ نشته څوک چې کومه ګناه کوی دَ هغې سزا به مومی ۔

ف۱۷: یعنی الله تعالیٰ دَ زړونو پهٔ حال هم خبر دے ۔ مخلوق چې هغهٔ ته پیش شی نو وړې اؤ لوئے ، پټې اؤ څرګندې ټولې خبرې به ورته مخامخ کړی هېڅ به پکښې پاتې نهٔ وی ۔ ځکه چې دَ هغهٔ نه هېڅ خبره پټه نهٔ ده نو بیا به دَ دغې ټولو کارونو پوره پوره بدله ورکؤلے شی ۔

وَ اِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهٗ مُنِیْبًا اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَا خَوَّلَهٗ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِیَ مَا كَانَ یَدْعُوْۤا اِلَیْهِ مِنْ قَبْلُ وَ جَعَلَ لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ١ؕ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِیْلًا١ۖۗ اِنَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ۝۸

ترجمه: اؤ کوم وخت چې ورسی بنیادم ته څهٔ تکلیف فریاد کوی خپل رب ته رجوع کؤنکے وی هغهٔ ته خو کله چې ورکړی نعمت دَ خپل طرف نه هېر کړی هغه ذات چې فریادونه ېٔ ورته کؤل دَ دې نه مخکښې اؤ جوړ کړی الله لره شریکان چې خطا ېٔ کړی دَ هغهٔ دَ لارې نه ف۱۸ تهٔ ورته ووایه فائده واخله سره دَ خپل کفر لږې ورځې ، بېشکه تهٔ ئ پهٔ دوزخیانو کښې ۔ ف۱۹

ف۱۸: یعنی بنیادم هم عجیبه شے دے چې سخته پرې راشی نو ما ته چغې وهی ۔ پوهیږی چې بل څوک ېٔ نهٔ شی لرې کؤلے بیا کله چې ېٔ الله پاک فریاد واؤری اؤ هغه تکلیف ترې لرې کړی نو بیا داسې مست شی چې هغه چغې هېرې کړی چې هډو الله ته ېٔ چرې فریاد کړے نهٔ وی اؤ بیا دغه دَ الله ورکړی نعمتونه نورو ته منسوب کوی اؤ دَ هغوی سره هغه معامله کوی کومه چې ورته الله سره پکار وه (یعنی دَ هغوی احسان منی اؤ دَ هغوی عبادت کوی ، دغه شان خپله هم ګمراه شی اؤ نور خلق هم ګمراه کړی ۔

ف۱۹: یعنی ډېره ښهٔ ده دَ دنیا څو ورځې عیش وکړه اؤ څومره مهلت چې الله درکړے دے فائده ترې واخله چې سترګې دې پټې شی نو دوزخ دې ځائې دے ۔

اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّ قَآىِٕمًا یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ وَ یَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖ١ؕ قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ١ؕ اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ۠۝۹

ترجمه: آیا هغه کس چې پهٔ عبادت کښې مشغول دے دَ شپې پهٔ وخت کښې پهٔ سجدو اؤ پهٔ ولاړې ویریږی دَ آخرت نه اؤ طمع لری دَ خپل رب دَ مهربانیٔ ، تهٔ ورته ووایه آیا برابرېدے شی دَ پوهې خاوندان اؤ ناپوهه فکر خو هغه څوک کوی چې عقل لری ۔ ف۲۰

ف۲۰: یعنی کوم بنده چې دَ شپې خوب و آرام پرېږدی ټوله شپه دَ الله عبادت کوی ۔ کله ېٔ لاس پهٔ نامه یٔښی ولاړ وی اؤ کله ورته پهٔ سجده پرېوځی ۔ یو طرف ته ورسره دَ آخرت غم دے اؤ بل طرف ته دَ الله دَ بې حده رحمت نه طمع لری ۔ نو آیا دا نیک بنده اؤ هغه بدبخته دَ کوم بیان چې مخکښې وشو چې سخته کښې الله ته زاریٔ کوی اؤ بیا ېٔ هېر کړی ، دا دواړه بندیان سره برابرېدے شی؟ هرګز نه کهٔ برابر شو نو داسې به وی لکه عالم اؤ جاهل یا پوهه اؤ ناپوهه سره یو شان وګڼلی شی خو پهٔ دې خبره هم صرف هغه خلق پوهېدے شی دَ چا چې عقل وی اؤ غور و فکر کوی ۔

قُلْ یٰعِبَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوْا رَبَّكُمْ١ؕ لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ١ؕ وَ اَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةٌ١ؕ اِنَّمَا یُوَفَّی الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَیْرِ حِسَابٍ۝۱۰

ترجمه: ته ووایه اے زما هغه بندیانو ف۲۱ چې ایمان مو راؤړے دے اؤ ویرېږیٔ دَ خپل رب نه ، چا چې نیکی وکړه پهٔ دې دنیا کښې دَ هغوی دپاره بهتری ده ف۲۲ اؤ دَ الله زمکه فراخه ده ، بېشکه صبر کؤنکیو ته ورکؤلے شی دَ هغوی اجر بې اندازه ، ف۲۳

ف۲۱: یعنی اے رسولﷺ زما نیکو بندیانو ته دا پېغام ورسوه ۔

ف۲۲: یعنی چا چې پهٔ دنیا کښې نیکی وکړه نو دَ دې نو دَ دې خیر به ورته پهٔ آخرت کښې رسی ۔ یا دا چې نیکانو ته به دَ نیکیٔ جزا دلته هم ورکؤلے شی اؤ پهٔ آخرت کښې هم ۔

ف۲۳: یعنی کهٔ پهٔ یو وطن کښې دَ دین پهٔ کار کښې څهٔ مشکلات وی نو دَ الله ملک فراخ دے ۔ بل وطن ته لاړ شیٔ چې هلته مو څوک دَ نیکیٔ نه نهٔ منع کوی ۔ بېشکه پهٔ وطن پرېښو کښې به درته تکلیف رسی اؤ پهٔ دې به صبر کویٔ نو یاد لریٔ چې دا تکلیف مو بې ځایه نهٔ ځی ، پهٔ دې به درته بې حسابه اجر درکؤلے شی ۔ داسې اجر چې دَ هغې مقابله کښې به درته دا تکلیف ډېر آسان ښکاره شی ۔ خو یاد لریٔ چې دا بې حسابه اجر به صرف هغه چا ته ورکؤلے شی چې صبر ېٔ کړے وی اؤ دغه تکلیف ېٔ پهٔ روڼ تندی تېر کړے وی ۔

قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّیْنَۙ۝۱۱

ترجمه: تهٔ ووایه ما ته حکم دے چې عبادت وکړم دَ الله خالص کړم دَ هغهٔ دپاره عبادت،

وَ اُمِرْتُ لِاَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ الْمُسْلِمِیْنَ۝۱۲

ترجمه: اؤ ما ته حکم دے چې زهٔ شم دَ ټولو نه اول تابعدار ، ف۲۴

ف۲۴: چانچې رسول اکرمﷺ دَ عالمِ شهادت (ظاهری بدن) پهٔ لحاظ پهٔ دې اُمت کښې دَ ټولو نه اول فرمانبردار دے اؤ دَ عالمِ غیب (روحانی دنیا) پهٔ حساب دَ اولینو اؤ آخرینو ټولو نه وړومبے فرمانبردار بنده دے ۔ﷺ

قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۝۱۳

ترجمه: تهٔ ووایه زهٔ ورېږم کهٔ حکم ونهٔ منم دَ خپل رب دَ لوئے ورځې دَ عذاب نه ، ف۲۵

ف۲۵: یعنی زما غوندې دَ الله محبوب اؤ ګناه نه پاک فرض کړه څهٔ نافرمانی وکړی نو هم دَ آخرت دَ عذاب نه بچ کېدے نهٔ شی ۔ نو نور به څوک بچ شی ۔

قُلِ اللّٰهَ اَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهٗ دِیْنِیْۙ۝۱۴

ترجمه: تهٔ ووایه زهٔ خو صرف دَ الله عبادت کؤم خالص کؤم هم هغهٔ لره خپل عبادت،

فَاعْبُدُوْا مَا شِئْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ١ؕ قُلْ اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَ اَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اَلَا ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ۝۱۵

ترجمه: نو تاسو عبادت کویٔ دَ چا چې مو زړهٔ غواړی دَ الله نه غیر ، ف۲۶ تهٔ ووایه سخت تاوانیان دی هغه چې تاوانی ېٔ کړو خپل ځان هم اؤ خپله کورنۍ هم دَ قیامت پهٔ ورځ ، واؤریٔ! هم دغه دے واضح تاوان ۔ ف۲۷

ف۲۶: یعنی زهٔ خو دَ الله پهٔ حکم ډېر پهٔ اخلاص سره دَ یو الله عبادت کؤم تاسو ته اختیار دے دَ هر چا عبادت چې کویٔ خو دومره سوچ وکړیٔ چې انجام به ېٔ څهٔ وی ۔ مخکښې بیا دغه انجام ښودلے شی ۔

ف۲۷: یعنی مشرکانو نهٔ خپل ځان دَ الله دَ عذاب نه بچ کړو ، نهٔ خپله کورنۍ ۔ ټول ېٔ دوزخ ته واچؤل ۔ دَ دې نه غټ تاوان به بل څهٔ وی ۔

لَهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَ مِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ١ؕ ذٰلِكَ یُخَوِّفُ اللّٰهُ بِهٖ عِبَادَهٗ١ؕ یٰعِبَادِ فَاتَّقُوْنِ۝۱۶

ترجمه: دا دوی دپاره دَ بره نه وریځې دی دَ اور اؤ دَ ښکته نه هم وریځې دی (دَ اور) ف۲۸ دَ دغه څیز نه ویروی الله خپل بندیان ، نو اے بندیانو زما نه وویرېږیٔ ، ف۲۹

ف۲۸: یعنی هر طرف ته به ترې اور لکه دَ وریځې چاپېره وی ۔

ف۲۹: یعنی خپله سوچ وکړیٔ چې دا شے دَ ویرې دے کهٔ نه (چې هر طرف ته درنه اور اور وی) کهٔ دے خو دَ الله دَ غضب نه وویرېږیٔ ، دَ توحید اقرار وکړیٔ اؤ ځان دَ دې اور نه بچ کړیٔ ۔

وَ الَّذِیْنَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوْتَ اَنْ یَّعْبُدُوْهَا وَ اَنَابُوْۤا اِلَی اللّٰهِ لَهُمُ الْبُشْرٰی١ۚ فَبَشِّرْ عِبَادِۙ۝۱۷

ترجمه: اؤ چا چې ځان وساتلو دَ شیطانانو نه چې عبادت ېٔ وکړی اؤ رجوع شو الله ته دَ هغوی دپاره دَ خوشحالیٔ زېرے دے ۔ ف۳۰ نو زېرے ورکړه زام هغه بندیانو ته،

ف۳۰: یعنی چا چې دَ شیطان خبره ونهٔ منله دَ نورو مشرکانو نه ېٔ مخ واړؤلو ۔ یو الله ته ېٔ مخ کړو نو هم دغه دَ خوشحالیٔ خبره ده ۔ (اؤ مبارک دې وی دې نیک بختو ته) ۔

الَّذِیْنَ یَسْتَمِعُوْنَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُوْنَ اَحْسَنَهٗ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدٰىهُمُ اللّٰهُ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمْ اُولُوا الْاَلْبَابِ۝۱۸

ترجمه: چې خبره اوری نو عمل پرې کوی پهٔ هغې کښې پهٔ بهتره خبره ف۳۱ هم دغه کسان دی چې الله روان کړل پهٔ سمه لار اؤ هم دغه خلق دی دَ عقل خاوندان ، ف۳۲

ف۳۱: یعنی هر قسم خبرې دَ خلقو نه اوری ، بیا چې پهٔ هغې کښې کومه خبره ښهٔ وی پهٔ هغې عمل وکړی ۔ بیا ېٔ مطلب دا دے چې دَ الله کلام اوری نو بیا چې پهٔ هغې کښې کوم دَ اعلیٰ نه اعلیٰ هدایت وی پهٔ هغې عمل وکړی ۔ یعنی یو دَ رخصؔت اؤ اباحؔت حکم واؤری اؤ بل دَ عزیؔمت ۔ نو پهٔ عزیمت عمل وکړی اؤ پهٔ رخصت پسې نهٔ ګرځی ۔ یا ېٔ مطلب دے چې پهٔ هغه بهترو خبرو عمل کوی ۔ ځکه چې دَ الله احکام ټول بهتر دی ۔ عامو مفسرانو خو دغه درے معنې بیان کړی دی ۔ لېکن حضرت شاه صاحبؒ ېٔ یو ډېره عجیبه معنٰی بیان کړے ده ۔ بیا عمل کوی پهٔ هغې کښې پهٔ بهتر باندې ۔ یعنی دَ حکم تابعداری دا ده چې دَ هغه کار وکړی اؤ دَ نهی تابعداری دا ده چې دَ هغه کار نه منع شی ۔ دَ دې یو کؤل بهتر وو اؤ دَ بل نهٔ کؤل بهتر وو ۔ نو دواړه حالته کښې ېٔ پهٔ بهتر عمل وکړو ۔

ف۳۲: یعنی هم دغه کسان دَ صحیح عقل خاوندان دی چې دَ خپل عقل نه ېٔ کار واخستو ، دَ توحید لار ېٔ خوښه کړه اؤ دَ الله حکم ېٔ ومنلو ۔

اَفَمَنْ حَقَّ عَلَیْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ١ؕ اَفَاَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِی النَّارِۚ۝۱۹

ترجمه: آیا پهٔ چا چې ثابت شو دَ عذاب حکم آیا تهٔ به خلاص کړې شې هغه څوک چې پهٔ اور کښې پرېوتو ، ف۳۳

ف۳۳: یعنی پهٔ چا چې دَ خپل جهالت ، ضد اؤ ناکاره کارونو پهٔ وجه دَ عذاب حکم لګېدلے دے ، داسې کسان ، سمه لاره نهٔ شی موندې ۔ داسې بدبخته چې دَ خپلې ازلی بدبختیٔ پهٔ وجه اور کښې دَ پرېوتو دی ، څوک ېٔ دَ اور نه بچ کؤلے شی؟ اؤ څوک ېٔ پهٔ سمه لار راړؤلے شی؟ (هېڅوک هم نه) ۔

لٰكِنِ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِیَّةٌ١ۙ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ؕ۬ وَعْدَ اللّٰهِ١ؕ لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ الْمِیْعَادَ۝۲۰

ترجمه: لېکن کوم کسان چې ویریږی دَ خپل رب نه دَ هغوی دپاره بالاخانې دی چې ورپاسه بالاخانې جوړې شوی دی ، ف۳۴ بهیږی ورلاندې نهرونه ، دا دَ الله وعده ده الله نهٔ کوی خلاف دَ خپلې وعدې ،

ف۳۴: دې کښې دَ جنّت درجو ته اشاره ده اؤ دا چې دا نعمتونه تیار پراتهٔ دی دَ قیامت نه پس به نهٔ تیاریږی ۔

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَلَكَهٗ یَنَابِیْعَ فِی الْاَرْضِ ثُمَّ یُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَجْعَلُهٗ حُطَامًا١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ۠۝۲۱

ترجمه: آیا تاسو نهٔ دی لیدلی چې الله راکوزې کړې دَ آسمان نه اوبهٔ ، بیا ېٔ روانې کړې هغه اوبهٔ دَ زمکې پهٔ چینو کښې ف۳۵ بیا را وباسی پهٔ دغه اوبو فصلونه چې قسم قسم رنګونه بدلوی ف۳۶ بیا چې پهٔ پخېدو شی تهٔ ېٔ وینې تک زیړ بیا ېٔ وګرځوی چوره چوره ، بېشکه پهٔ دې کښې نصیحت دے دَ عقلمندو دپاره ، ف۳۷

ف۳۵: یعنی دَ باران اوبهٔ دَ زمکې پهٔ مساماتو کښې جذب شی اؤ بیا دَ چینو پهٔ شکل کښې ترې بهر ته را ووځی ۔ باقی کهٔ دَ چینو راوتو دَ دې نه علاوه څهٔ بله وجه هم وی نو قرآن کښې دَ هغې نه انکار نهٔ دے شوے ۔

ف۳۶: (دَ یو فصل مختلف رنګونه) یا دَ مختلفو رنګونو قسم قسم فصلونه لکه غنم ، جوار ، وریژې وغېره ۔

ف۳۷: یعنی هوښیار بنده دَ فصل دَ مختلفو حالتونو نه عبرت اخلی چې څنګه وړوکے وی لوئے شی ، ښېرازه شی اؤ ښائسته شی اؤ بیا وچ شی چوره چوره شی، ټول رونق ېٔ ختم شی ۔ دغه حال دَ دنیا دَ ژوند هم دے ۔ بنیادم ته پکار دی چې دَ دې عارضی ښېرازیٔ اؤ رونق پهٔ وجه دَ خپل انجام نه غافل نهٔ شی لکه څنګه چې دَ فصل مختلفې حصې دی ۔ دانې ېٔ دَ بنیادم خوراک دے اؤ بوس ېٔ دَ څاروؤ وغېره اؤ څهٔ پکښې خشاک وی دَ اور بلؤلو دپاره ۔ نو څنګه چې فصل پوخ شی ، دَ پټی مالک هر شے جدا جدا کړی ، خپل خپل ځائې ته ېٔ ورسوی ۔ اؤ خپل کار ترې اخلی ۔ دغه شان دَ دنیا پهٔ ژوند کښې هم نیکی ، بدی ، آرام اؤ تکلیف هر څهٔ ګډ وډ دی ۔ یو وخت به داسې راشی چې دا فصل به پوخ شی دَ پرېکېدو به شی اؤ خپل مالک (الله) به ېٔ هره حصه جدا جدا کړی اؤ هر شے به خپل خپل ځائې ته ورسوی ۔ نیکی به دَ آرام ځائې (جنّت) ته واستوی اؤ بدی به دَ تکلیف اؤ سخت ځائې (دوزخ) ته واستوی۔ غرض دا چې عقلمند دَ فصل دَ مختلفو حالتونو نه سبق اخلی ۔ پهٔ دې آیت کښې دې ته هم اشاره ده چې کوم الله پهٔ دنیا کښې چینې روانې کړی دی هغهٔ پهٔ جنّت کښې دَ ښائسته ماڼیو دَ لاندې نهرونه جاری کړی دی ۔

اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰی نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ فَوَیْلٌ لِّلْقٰسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ مِّنْ ذِكْرِ اللّٰهِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۲۲

ترجمه: اؤ دَ چا سینه چې الله پرانسته دَ اسلام دپاره نو هغه پهٔ رڼا کښې دے دَ خپل رب دَ طرف نه ، نو تباهی ده هغه خلقو لره چې زړونه ېٔ سخت دی دَ الله دَ یادو نه هم دغه کسان پهٔ واضحه ګمراهیٔ کښې پراتهٔ دی ۔ ف۳۸

ف۳۸: یعنی یو هغه بنده دے چې الله ېٔ اسلام قبلؤلو دپاره سینه فراخه کړے ده چې نهٔ ېٔ دَ اسلام پهٔ حق کېدو کښې څهٔ شک شته اؤ نهٔ ورته دَ اسلام پهٔ احکامو کښې څهٔ تکلیف شته ۔ الله تعالیٰ ورته دَ توفیق اؤ بصیرت یو داسې عجیبه رڼا ورکړے ده چې ډېر پهٔ تسلیٔ اؤ سکون سره پکښې دَ الله پهٔ نېغه لار روان دے ۔ اؤ بل هغه بدبخته دے چې زړهٔ ېٔ دَ کاڼی پهٔ شان سخت دے ۔ هېڅ نصیحت پرې اثر نهٔ کوی، هم دغه شان دَ پلار نیکهٔ پهٔ زړه لاره روان دے ۔ دَ جهالت پهٔ تیرو کښې ټکړې خوری نو آیا دا دواړه کسان سره برابرېدے شی؟ (هرګز نه)

اَللّٰهُ نَزَّلَ اَحْسَنَ الْحَدِیْثِ كِتٰبًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ١ۖۗ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُوْدُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ١ۚ ثُمَّ تَلِیْنُ جُلُوْدُهُمْ وَ قُلُوْبُهُمْ اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ۝۲۳

ترجمه: الله نازله کړه بهتره خبره یو کتاب ف۳۹ پهٔ خپلو کښې یو شان ف۴۰ چې ځیږ ځیږ شی پهٔ (اورېدو) دَ هغې سره ویښتهٔ پهٔ څرمنو دَ هغه چا چې ویریږی دَ خپل رب نه ، بیا پستې شی دَ دوی څرمنې اؤ زړونه دَ الله پهٔ یادو ف۴۱ دا دی لار ښودل دَ الله دغه شان لار ښیٔ چا ته چې ېٔ خوښه وی ، اؤ دَ چا نه چې لار خطا کړی الله نو نشته هېڅوک هغهٔ ته لار ښوؤنکے ۔ ف۴۲

ف۳۹: یعنی پهٔ دنیا کښې یوه خبره هم دَ دې کتاب دَ خبرو نه بهتره نشته ۔

ف۴۰: یعنی پهٔ صحت ، صداقت ، فصاحت مضبوطیا اؤ فائده مند کېدو کښې ېٔ یو آیت هم دَ بل نه کم نهٔ دے ۔ ټول سره یو شان دی ۔ پهٔ مضامینو کښې ېٔ چرته اختلاف نشته بلکې دَ یو آیت مضمون دَ بل تائید اؤ مضبوطیا راولی ۔ بلکې داسې دی چې یو آیت دَ بل تفسیر کوی ۔ اَلْقُرْاٰنُ یُفَسِّرُ بَعْضُهٗ بَعْضًا ۔ اؤ دَ مَثَانِیْ ۔ بیا بیا وئیلی شوی مطلب دا دے چې ډېر احکام ۔ قصې اؤ مضامین پهٔ بیل بیل ډول بیا بیا بیان شوی دی چې پهٔ ښهٔ شان زړهٔ ته ننوځی اؤ تلاوت ېٔ هم بیا بیا کیږی ۔ ځنو مفسرانو دَ متشابه اؤ مثانی مطلب دا بیان کړے دے چې پهٔ ځنو آیتونو کښې دَ یو شان مضمون سلسله تر لرې چلېدلے ده ۔

ف۴۱: یعنی دَ کلامِ الٰهی پهٔ اورېدو ېٔ زړهٔ ورپی ۔ دَ الله دَ ویرې پرې غونی (ویښتهٔ) ځیږ ځیږ شی ۔ یعنی دَ الله دَ ویرې پرې اثر وشی چې ظاهر اؤ باطن دواړه ېٔ الله ته متوجه شی اؤ دَ الله یاد ېٔ پهٔ بدن اؤ روح دواړو اثر وکړی ۔ دا حال دَ کاملو ولیانو دے ۔ اؤ کهٔ چرته پهٔ کمزوری زړهٔ والؤ باندې بل شان اثر وشی چې پهٔ ظاهر دَ دې نه زیات وی لکه ټول بدن ېٔ ورپیږی یا بې خوده شی نو آیت کښې دَ دې نفی نشته اؤ نهٔ دَ دې نه دَ داسې کسانو پهٔ مخکښینیو څهٔ فضیلت ثابتیږی بلکې دا خو دَ کمزوریٔ نخښه ده ۔

ف۴۲: یعنی دَ الله کامل حکمت چې دَ کوم نیک بخت دپاره مناسب وګڼی دغه شان ورته سمه لار وښئی اؤ منزلِ مقصود ته ېٔ نېغ روان کړی ۔ اؤ کوم بدبخته چې دَ خپل خراب استعداد پهٔ وجه دَ دې قابل نهٔ وی چې الله تعالیٰ ېٔ پهٔ سمه لار روان کړی نو بل څوک دے چې امداد به ورسره وکړی؟

اَفَمَنْ یَّتَّقِیْ بِوَجْهِهٖ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ وَ قِیْلَ لِلظّٰلِمِیْنَ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ۝۲۴

ترجمه: آیا هغه سړے چې اخلی پهٔ خپل مخ باندې سخت عذاب دَ قیامت دَ ورځې ، اؤ وئیلی به شی ظالمانو ته وڅکیٔ څهٔ چې تاسو ګټلی دی ۔ ف۴۳

ف۴۳: دَ بنیادم عادت دا دے کهٔ څوک پهٔ مخ ګوزار ورکوی نو دې ورته لاس وړاندې کړی ۔ ګوزار پهٔ لاس واخلی اؤ مخ بچ کړی ۔ دَ محشر پهٔ ورځ به دَ کافرانو لاسونه تړلی وی نو دَ عذاب څپېړه به نېغه پهٔ مخ خوری ، مخ به بچ کؤلے نهٔ شی ۔ نو داسې بدبخته چې پهٔ مخ به دَ عذاب څپېړې خوری اؤ ورته به وئیلی شی چې دا ستا عمل وهٔ پهٔ دنیا کښې اوس ېٔ خوند وڅکه ۔ نو آیا دا سړے دَ هغه بنده سره برابرېدے شی پهٔ چا چې به پهٔ دغه ورځ هېڅ غم اؤ هېڅ تکلیف نهٔ وی دَ الله پهٔ فضل به بالکل بې فکره وی؟ (هرګز نه)۔

كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ۝۲۵

ترجمه: دروغژن ېٔ وئیلی دی (رسولانو ته) دَ دوی نه مخکښې قومونو نو بیا راغلو پرې عذاب دَ داسې طرف نه چې دَ هغوی خیال هم نهٔ وهٔ ،

فَاَذَاقَهُمُ اللّٰهُ الْخِزْیَ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۚ وَ لَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ١ۘ لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ۝۲۶

ترجمه: نو وڅکؤله پهٔ دوی الله رسوائی دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ، اؤ دَ آخرت عذاب ډېر غټ دے ، کهٔ دوی پوهېدې ۔ ف۴۴

ف۴۴: یعنی پهٔ دنیا کښې هم ډېر قومونه دَ نبیانو دَ تکذیب پهٔ وجه تباه و برباد شوی دی ، اؤ دَ آخرت عذاب خو ېٔ لا بیل پروت دے ۔ نو دا مشرکان دَ دغه تېرو قومونو نه عبرت ولې نهٔ اخلی؟ بې فکره دی ۔

وَ لَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَۚ۝۲۷

ترجمه: اؤ مونږ بیان کړل خلقو ته پهٔ دې قرآن کښې هر قسم مثالونه شاید چې دوی فکر وکړی ،

قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا غَیْرَ ذِیْ عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ۝۲۸

ترجمه: قرآن دے پهٔ عربیٔ ژبه هېڅ کوږوالې پکښې نشته دې دپاره چې دوی ځان بچ کړی ۔ ف۴۵

ف۴۵: یعنی کهٔ دوی نهٔ پوهیږی نو خپله بې وقوفی ېٔ ده ۔ دَ قرآن یا پېغمبرﷺ دَ طرفه څهٔ کمے نهٔ دے شوے ۔ قرآن خو ورته هره خبره پهٔ دلیلونو اؤ پهٔ مثالونو بیا بیا صفا صفا بیانوی چې دا خلق څهٔ سوچ وکړی اؤ دَ خپل انجام فکر وکړی ۔

قرآن پهٔ صفا عربیٔ ژبه کښې نازل شوے دے کوم چې دَ دې مشرکانو مورنۍ ژبه ده ۔ ښهٔ پرې پوهیږی څهٔ پهٔ بله ژبه نهٔ دے ، څهٔ تاؤ را تاؤ خبرې پکښې نشته ۔ سمې صفا ساده خبرې دی خو عقل اؤ سوچ غواړی څوک چې ورباندې فکر وکړی نو صفا ساده اؤ آسانې خبرې دی ، نهٔ ېٔ پهٔ معنٰی کښې څهٔ اشکال شته اؤ نهٔ ورباندې عمل څهٔ ګران دے ۔ غرض دا چې څوک ترې فائده اخلی خو ښهٔ پهٔ آسانه ېٔ ترې اخستے شی ۔

ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِیْهِ شُرَكَآءُ مُتَشٰكِسُوْنَ وَ رَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ١ؕ هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا١ؕ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ١ۚ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۲۹

ترجمه: الله تعالیٰ مثال بیان کړو یو سړے دے (غلام) چې پکښې شریک دی ګڼ ضدیان اؤ یو سړے دے چې ځان ته دَ یو کس دے ، آیا برابر دی دا دواړه یو شان؟ ف۴۶ (هرګز نه) ټول تعریفونه دَ الله دی خو ډېر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۴۷

ف۴۶: یعنی یو نوکر یا غلام دے اؤ ګڼ حصه دار دی پکښې اؤ بیا ټول بد خویه اؤ بې مروته ۔ ضدیان هم دی ۔ هر یو دا غواړی چې نوکر یواځې دَ هغهٔ کار کؤلے دَ بل کار ېٔ نهٔ کؤلے ۔ څرګنده ده چې پهٔ دې کښې به دَ نوکر عاجز څهٔ بد حال وی ۔ هر یو به ېٔ ځان ته راکاږی ۔ یو به هم نهٔ شی خوشحالؤلے ۔ اؤ دَ دې پهٔ مقابله کښې یو هغه نوکر دے چې صرف یو مالک ېٔ دے اؤ ښهٔ پهٔ مزه دَ هغهٔ کار کؤلے شی اؤ راضی ېٔ ساتلے شی ۔ دَ ګڼو کسانو راضی کؤل پرې نشته نو څرګنده ده چې دې دواړو نوکرانو کښې ډېر فرق دے ۔ دَ یو مالک نوکر پهٔ آرام وی اؤ دَ ګڼو هغه پریشان وی۔

دغه شان حال دَ مشرکانو اؤ مؤمنانو هم دے ۔ دَ مشرکانو ګڼ خدایان دی هر وخت پریشان وی چې کوم خدائې راضی کړم ۔ همېشه ورسره دا غم وی چې بل رانه خفه نهٔ شی اؤ دَ دې پهٔ مقابله کښې دَ مسلمان خو یو الله دے ۔ زړهٔ ېٔ راغونډ وی اؤ پهٔ اطمینان دَ هغه یو الله پهٔ حکم روان وی دَ بل هېچا دَ خفګان ورسره هېڅ غم نهٔ وی چې الله ترې راضی وهٔ نو بس کار پوره دے ۔ عامو مفسرانو خو دغه تفسیر کړے دے خو شاه صاحب لیکلی دی ۔ کوم نوکر چې دَ ګڼو پهٔ شریکه وی نو یو ېٔ هم پوره غم نهٔ کوی چې بل به ېٔ کړے وی ۔ اؤ یو نوکر چې ځان ته دَ یو کس وی بل پکښې شریک نهٔ وی نو هغه ېٔ دَ هرې خبرې فکر کوی ۔ دغه مثال دے څوک چې دَ یو رب بندیان وی اؤ څوک چې دَ ګڼو خدایانو بندیان وی ۔

ف۴۷: ټول تعریفونه دَ الله دی څنګه ېٔ درته اصل حقیقت پهٔ صفا اؤ واضحو مثالونو واضح کړو خو بیا هم ډېر بد نصیبه ورته فکر نهٔ کوی ۔

اِنَّكَ مَیِّتٌ وَّ اِنَّهُمْ مَّیِّتُوْنَ٘۝۳۰

ترجمه: بېشکه تهٔ به هم مرے اؤ دوی به هم مری ،

ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُوْنَ۠۝۳۱

ترجمه: بیا به تاسو ټول دَ قیامت پهٔ ورځ دَ خپل رب پهٔ مخکښې جګړې کویٔ ۔ ف۴۸

ف۴۸: یعنی دَ مشرک اؤ مؤمن فرق به دَ قیامت پهٔ ورځ ټولې دنیا ته څرګند شی چې پېغمبر اؤ دَ هغهٔ امتیان راغونډ شی اؤ کفار هم ورسره مخامخ شی خبره سپینؤل شروع کړی ۔ شاه صاحبؒ لیکی چې کافران به انکار کوی چې مونږ ته خو چا دَ الله حکمونه نه وو ښودلی ۔ فرښتې اؤ زمکه آسمان به ګواهی وکړی چې پېعمبرانو تبلیغ کړے وهٔ ۔ کافر به بیا هم نهٔ منی نو خپل لاس ښپې اؤ دَ بدن نور اندامونه به ېٔ ګواهٔ ورکړی چې تاسو دروغژن ییٔ اؤ پېغمبر پهٔ حقه دے ۔ دغه شان به الله پاک پهٔ دې ورځ دَ ټولو جګړو قطعی فیصله وکړی ۔ علامه عثمانی فرمائی بهتره دا ده چې دلته لفظ دَ اختصام پهٔ عامه معنٰی واخستے شی یعنی ټولې جګړې ۔ (یواځې دَ نبیانو دَ تبلیغ جګړه نه)۔