پارہ 22

وَ مَنْ یَّقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ تَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَاۤ اَجْرَهَا مَرَّتَیْنِ١ۙ وَ اَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِیْمًا۝۳۱

ترجمه: اؤ پهٔ تاسو کښې چې څوک تابعداری وکړی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول اؤ نیک کارونه وکړی، نو ور به کړو مونږ دَ دې (نیکیو) ثواب دوه ځله ، اؤ تیاره ساتلې ده مونږ دَ هغوی دپاره دَ عزت روزی، ف۴۳

ف۴۳: یعنی پهٔ نیکیٔ اؤ اطاعت چې نورو مسلمانانو ته څومره اجر ورکؤلے شی تاسو ته به دَ هغې نه دوچند درکؤلے شی اؤ دَ هغې نه علاوه به دَ عزت روزی هم درکؤلے شی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دا ډېره لویه درجه ده چې دَ نیکیٔ ثواب هم دوچند اؤ دَ بدیٔ سزا هم دوچند ۔ خپله نبی کریمﷺ ته الله پاک فرمائی: اِذً لَّاَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَیٰوةِ وَ ضِعْفَ الْمَمَاتِ ۔ (سورتِ اسراء ، رکوع۸)

(بیا خو به ضرور خوند ښیٔلو مونږ تا ته دوچند پهٔ ژوند کښې اؤ دوچند پهٔ مرګ کښې)

یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ كَاَحَدٍ مِّنَ النِّسَآءِ اِنِ اتَّقَیْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَیَطْمَعَ الَّذِیْ فِیْ قَلْبِهٖ مَرَضٌ وَّ قُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوْفًاۚ۝۳۲

ترجمه: اے دَ نبی ښځو! تاسو نهٔ ییٔ دَ نورو ښځو پهٔ شان ف۴۴ کهٔ تاسو ویرېږیٔ دَ الله نه نو تاسو پستې خبرې مهٔ کویٔ ، چې پهٔ طمع کښې پرېوځی هغه څوک چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ مرض وی اؤ تاسو خبرې کویٔ ښې معقولې، ف۴۵

ف۴۴: یعنی ستاسو حیثیت اؤ درجه دَ عامو ښځو پهٔ شان نهٔ ده ۔ تاسو دَ دواړو جهانو دَ سردار ښځې ییٔ اؤ دَ ټولو مسلمانانو میاندې ییٔ نو کهٔ تاسو دَ تقویٰ اؤ طهارت وچته نمونه پیش کړه څنګه چې له تاسو نه طمع کېدے شی نو دَ هغې قدر به دَ الله سره ډېر زیات وی اؤ پهٔ آخرت کښې به ډېرې وچتې درجې وګټیٔ ۔ اؤ کهٔ بالفرض څهٔ ناکاره کارونه وشو نو دَ هغې سزا به هم پهٔ دغه حساب سخته وی (دَ غټو هر څهٔ غټ وی) غرض دا چې کهٔ دَ نیکیٔ پهٔ طرف وی اؤ کهٔ دَ بدیٔ ، ستاسو حیثیت دَ عامو ښځو نه جدا دے۔ (نو دَ خپل حیثیت ډېر خیال ساتیٔ)

ف۴۵: یعنی کهٔ پهٔ زړهٔ کښې مو دَ الله خوف وی نو دَ پردو سړیو سره پهٔ خوږه پسته لهجه اؤ نرم آواز خبرې مهٔ کویٔ۔

(بېشکه دَ ښځو آواز قدرت نرم اؤ خوږ پیدا کړے دے) خو دَ پاکبازو ښځو دا طریقه وی چې پردی سړی سره دَ خبرو پهٔ وخت کښې پهٔ زور لهجه سخته اؤ خبره سپوره کړی چې دَ چا زړهٔ ورته مائل نهٔ شی ۔ نو دَ اُمت میاندو ته پهٔ دې باره کښې هم ډېر احتیاط پکار دے ۔ هسې نه چې چرته یو بیمار زړهٔ خپل انجام خراب کړی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی چې پهٔ دې طریقه ورته الله پاک دَ سړیو سره دَ خبرو کؤلو طریقه وښیٔله ، چې تاسو دَ مسلمانانو میاندې ییٔ نو خبرې هم ورسره پهٔ داسې طریقه کویٔ لکه مور چې دَ اولاد سره کوی اؤ خبرې هم ښې سنجیده اؤ معقولې کویٔ (ګنی معاذ الله دلته څهٔ دَ بدیٔ خطره نهٔ وه ، نهٔ دَ مؤمنانو دَ طرف نه اؤ نهٔ دَ بیبیانو دَ طرف نه)۔

وَ قَرْنَ فِیْ بُیُوْتِكُنَّ وَ لَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْاُوْلٰی وَ اَقِمْنَ الصَّلٰوةَ وَ اٰتِیْنَ الزَّكٰوةَ وَ اَطِعْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ١ؕ اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ اَهْلَ الْبَیْتِ وَ یُطَهِّرَكُمْ تَطْهِیْرًاۚ۝۳۳

ترجمه: اؤ پهٔ قلاره کښېنیٔ پهٔ خپلو کورونو کښې اؤ خپل ښائست مهٔ ښکاره کویٔ ځکه چې دَ ښکاره کؤلو دستور وهٔ وړومبے، دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې، ف۴۶ اؤ قائم لریٔ نمونځونه اؤ ورکویٔ زکوٰة اؤ اطاعت کویٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول، ف۴۷ هم دا غواړی الله ، چې لرې کړی له ستاسو نه پلیتی اے دَ نبی دَ کور خلقو اؤ تاسو پاک کړیٔ پهٔ ښهٔ شان ف۴۸

ف۴۶: یعنی دَ اسلام نه مخکښې دَ عربو ښځو څهٔ ستر حیا نهٔ کؤله ، بې پردې به ګرځېدې اؤ دَ خپل حسن نمائش به ېٔ پهٔ هره طریقه کؤلو ۔ اسلام دا بې حیائی ختمه کړه ۔ ښځو ته ېٔ حکم ورکړو چې دَ حسن نمائش مهٔ کویٔ اؤ کور پهٔ قلار کښېنیٔ ۔ دَ مسلمانانو دَ میاندو (اُمّهات المؤمنین) فرض پهٔ دې باره کښې هم دَ نورو نه زیات وهٔ (ځکه چې خلقو دَ هغوی تقلید کؤلو) البته کهٔ دَ خاص ضرورت دپاره دَ حسن دَ نمائش اؤ زیب زینت ښکاره کؤلو نه بغیر پهٔ حیا پرده کښې څهٔ کار دپاره بهر ووځیٔ اؤ ماحول داسې وی چې دَ فتنې خطره نهٔ وی نو دَ احادیثو نه اجازت راوتے شی ۔ پاکو بیبیانو دپاره هم اؤ نورو مؤمنانو دپاره هم بلکې دَ ځنو روایاتو نه ېٔ بهر ته وتل ثابتیږی هم ۔ لېکن دَ رسول اللهﷺ دَ ارشاداتو نه صفا معلومیږی چې مسلمانه ښځه دې ضرور پهٔ خپل کور ناسته وی اؤ پهٔ بهر راوتو دې شیطان ته دَ فتنې پورته کؤلو موقع نهٔ ورکوی ۔ (علامه عثمانی فرمائی) دَ دې پوره تفصیل زما پهٔ کتاب حجابِ شرعی کښې وګوریٔ ۔ باقی پاتې شوه دَ ستر خبره چې ښځه خپل کوم اندامونه دَ کومو سړیو پهٔ مخکښې ښکاره کؤلے شی نو دَ دې تفصیل پهٔ سورتِ نور کښې تېر شوے دے ۔

تنبیه: کوم حکمونه چې دلته بیان شو دا دَ ټولو مسلمانانو ښځو دپاره دی خو دَ پاکو بیبیانو زمه واری زیاته وه نو ځکه خاص هغوی ته خطاب وشو ۔ (دا حکم یواځې هغوی پورې خاص نهٔ دے)

(علامه عثمانی فرمائی) زما پهٔ خیال دَ آیت یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ مَنْ یَّاْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ نه تر دې آیت یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ كَاَحَدٍ مِّنَ النِّسَآءِ پورې آیتونه دَ دې احکامو دپاره تمهید دے ۔ پهٔ دې تمهید کښې دوه خبرې بیان شوی دی ۔ یو دَ بې حیاییٔ دَ بندیز طریقه کوم چې ”فَلَا تَخْضَعْنَ“ نه واخلې تر ”تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ“ پورې ده اؤ بله دَ الله اؤ رسول اطاعت ، فرمانبرداری اؤ نیک عمل کوم چې ”اَقِمْنَ الصَّلوٰةَ“ نه ”اَجْرًا عَظِیْمًا“ پورې دے ۔ خلاصه ېٔ دا ده چې دَ بې حیاییٔ نه بچ کېدل اؤ دَ نیکیٔ کارونه ټولو مؤمنانو ښځو دپاره ضروری دی خو پاکو بیبیانو ته دَ ټولو نه زیات ضروری دی (ځکه چې دوی دَ اُمت میاندې اؤ قابلِ تقلید دی) ځکه دَ هغوی هر کار ته دوچند وزن ورکړې شوے دے (دَ نیکیٔ اجر ېٔ هم دوچند دے) دَ دې تقریر پهٔ وجه به دَ ”فَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ تفسیر هم پوره پوهېدو ته راغلے وی ۔

ف۴۷: یعنی دَ دې خبرو خیال دَ نورو خلقو نه زیات ساتیٔ ځکه چې تاسو دَ نورو دپاره یوه نمونه ییٔ (خلق به دَ ستاسو تقلید کوی)

ف۴۸: یعنی دَ الله اراده دا ده چې دَ نبی کورنۍ پهٔ دې احکامو پوره پوره عمل وکړی اؤ ښهٔ پاک و صاف شی اؤ دَ خپلې لوئے مرتبې مناسب ېٔ زړهٔ داسې صفا اؤ اخلاق داسې ستره شی چې دَ نورو نه ممتاز شی ۔ پهٔ ”یُطَهِّرْ“ پسې دَ ”تَطْهِیْرًا“ لفظ کښې دې زیاتی ته اشاره ده ۔

یعنی دلته تطهیر اؤ اذهاب رِجس هغه شان نهٔ دے څنګه چې دَ اودس پهٔ آیت کښې دی ۔ ”وَلٰکِنْ یُّرِیْدُ لِیُطَهِّرَکُمْ وَ لِیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْکُمْ“ (سورتِ مائده ، رکوع ۲)

یا لکه دَ بدر پهٔ واقعه کښې دے ۔

لِیُطَهِّرَکُمْ بِهٖ وَ یُذْهِبَ عَنْکُمْ رِجْزَ الشَّیْطانِ (سورتِ انفال ، رکوع ۲) بلکې دلته دَ تطهیر نه مراد دَ قلب اؤ نفس پاکی دَ اخلاقو صفائی اؤ دَ باطن تزکیه اؤ هغه وچته مرتبه ده کومه چې کاملو ولیانو ته حاصله وی اؤ چې دَ هغې نه پس دغه ولیان دَ نبیانو پهٔ شان معصوم (یعنی دَ ګناهونو نه بالکل پاک) خو نهٔ دی لېکن محفوظ (دَ ګناهونو نه بچ) ضرور دی ۔

دلته دَ ”یُرِیْدُ اللهُ“ لفظ وئیل اؤ ”اَرَادَ اللهُ“ نهٔ وئیلو کښې دې ته اشاره ده ۔ چا ته چې الله تعالیٰ دَ قرآن پهٔ ترتیب اؤ طرز خطاب غور کؤلو توفیق ورکړے وی هغه پهٔ دې کښې هېڅ شک نهٔ شی کؤلے چې دلته دَ اهلِ بیت نه مراد پاکې بیبیانې دی ۔ ځکه چې دَ دې آیت نه وړاندې اؤ وروستو پهٔ ټوله رکوع کښې خطاب هم هغوی ته دے اؤ دَ بیت نسبت هم مخکښې پهٔ ”وَ قَرْنَ فِیْ بُیُوْتِکُنَّ“ کښې هغوی ته شوے دے ۔ دَ دې نه علاوه دَ قرآن اسلوب پهٔ هره موقع دا دے چې دَ بیت نسبت دَ کور ښځو ته کیږی ۔ دَ ابراهیمؑ بی بی ساره ته فرښتو خطاب کړے وهٔ ۔

اَتَعْجَبِیْنَ مِنْ اَمْرِ اللهِ رَحْمَتُ اللهِ وَ بَرَکَاتُهٗ عَلَیْکُمْ اَهْلَ الْبَیْتِ“ (سورتِ هود ، رکوع ۷)

طلاق شوے ښځه سره دَ دې چې دَ نکاح نه وتې وی لېکن دَ عدت پوره کېدو نه مخکښې قرآن دَ کور نسبت هغې ښځې ته کوی ۔ لَا تُخْرِجُوْهُنَّ مِنْۢ بُیُوْتِهِنَّ (سورتِ طلاق ، رکوع ۱)

دَ حضرت یوسفؑ پهٔ قصه کښې دَ کور نسبت زلیخا ته شوے دے (عزیز ته نهٔ دے شوے) (سورتِ یوسف، رکوع۳)

بهرحال پهٔ اهلِ بیت کښې پاکې بیبیانې یقینًا شاملې دی بلکې دَ آیت خطاب پهٔ حقیقت کښې هم هغوی ته دے لېکن دَ سړی دَ لور اؤ اولاد اؤ ځوم هم دَ کور بندیان ګڼلې شی بلکې پهٔ ځنې حیثیت دَ ښځې نه زیات حقدار وی ۔ لکه دَ مسند احمدؒ پهٔ یو روایت کښې چې ورته دَ اَحَقُّ لفظ راغلے دے ۔ (نو دا نسبت پهٔ ظاهره یواځې ازواجِ مطهراتو نه وهٔ) ځکه رسول اللهﷺ حضرت فاطمهؓ ، حضرت علیؓ اؤ حضرت حسنؓ اؤ حضرت حسینؓ پهٔ یو څادر کښې پټ کړل اؤ وې فرمائیل ”اَللّٰهُمَّ هٰؤُلَاءِ اَهْلُ بَیْتِیْ ۔“ مطلب ېٔ دا وهٔ چې پهٔ آیت کښې اګرچې خطاب پاکو بیبیانو ته دے خو دا هم زما دَ کور کسان دی دوی هم دَ دې فضیلت حقدار دی ۔ نو چونکې خطاب ازواجو ته وهٔ ، دَ هغوی پهٔ دې فضیلت کښې خو شک نهٔ وهٔ ځکه چې دَ هغوی پهٔ حق کښې داسې الفاظ نهٔ دی راغلی (نو دَ دې الفاظو دا مطلب دے چې دا هم زما دَ کور کسان دی ۔ دا مطلب ېٔ نهٔ دے چې یواځې دا دې اؤ ازواج مې اهلِ بیت نهٔ دی لکه دَ شیعه ګانو چې خیال دے۔ مترجم)

وَ اذْكُرْنَ مَا یُتْلٰی فِیْ بُیُوْتِكُنَّ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ وَ الْحِكْمَةِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ لَطِیْفًا خَبِیْرًا۠۝۳۴

ترجمه: اؤ یاد کړیٔ څهٔ چې لوستې شی ستاسو پهٔ کورونو کښې دَ الله آیتونه اؤ دَ عقل خبرې ، ف۴۹ بېشکه الله پهٔ باریکو خبرو ښهٔ خبر دے ۔ ف۵۰

ف۴۹: یعنی پهٔ قرآن اؤ سنت کښې چې کوم احکام اؤ دَ عقل خبرې دی هغه خپله هم زده کړیٔ ، عمل پرې وکړیٔ اؤ نورو ته ېٔ هم وښیئ اؤ دَ الله تعالیٰ دَ دې احسان شکریه ادا کړیٔ چې ستاسو کور ېٔ دَ هدایت اؤ حکمت دَ خزانو نه ډک کړو ۔

ف۵۰: دَ الله پهٔ آیتونو کښې ډېرې باریکې خبرې اؤ ډېر حکمتونه دی ۔ هغه ښهٔ پوهیږی چې دا امانت څوک ښهٔ سنبالؤلے شی ۔ هغهٔ پهٔ خپل فضل حضرت محمّدﷺ دَ دې امانت دپاره خوښ کړو تاسو ېٔ دَ هغهٔ دَ ملګرتیا دپاره غوره کړیٔ هغهٔ ته دَ هر چا ټول حال اؤ پټ استعداد ښهٔ معلوم دے نو هغه بې جوړه کار هېچرې نهٔ کوی ۔

اِنَّ الْمُسْلِمِیْنَ وَ الْمُسْلِمٰتِ وَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ وَ الْقٰنِتِیْنَ وَ الْقٰنِتٰتِ وَ الصّٰدِقِیْنَ وَ الصّٰدِقٰتِ وَ الصّٰبِرِیْنَ وَ الصّٰبِرٰتِ وَ الْخٰشِعِیْنَ وَ الْخٰشِعٰتِ وَ الْمُتَصَدِّقِیْنَ وَ الْمُتَصَدِّقٰتِ وَ الصَّآىِٕمِیْنَ وَ الصّٰٓىِٕمٰتِ وَ الْحٰفِظِیْنَ فُرُوْجَهُمْ وَ الْحٰفِظٰتِ وَ الذّٰكِرِیْنَ اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّ الذّٰكِرٰتِ١ۙ اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ مَّغْفِرَةً وَّ اَجْرًا عَظِیْمًا۝۳۵

ترجمه: بېشکه مسلمانان سړی اؤ مسلمانانې ښځې اؤ ایماندار سړی اؤ ایماندارې ښځې اؤ عبادت کؤنکی سړی اؤ عبادت کؤنکې ښځې اؤ رښتونی سړی اؤ رښتونے ښځې اؤ صبر کؤنکی سړی اؤ صبر کؤنکې ښځې ف۵۱ اؤ ویرېدونکی سړی اؤ ویرېدونکې ښځې ف۵۲ اؤ خیرات کؤنکی سړی اؤ خیرات کؤنکې ښځې اؤ روژه دار سړی اؤ روژه دارې ښځې اؤ دَ شهوت دَ ځائې حفاظت کؤنکی سړی اؤ حفاظت کؤنکې ښځې اؤ دَ الله ډېر ډېر یادؤنکی سړی اؤ یادؤنکې ښځې ، تیار کړے دے الله دوی دپاره بخشش اؤ لوئے ثواب، ف۵۳

ف۵۱: یعنی دَ اسلام دپاره سخته تېرؤنکی اؤ دَ شریعت پهٔ احکامو ټینګ ولاړ۔

ف۵۲: یعنی عاجزی اؤ خاکساری کؤنکی یا ډېر پهٔ خشوع اؤ خضوع نمونځ کؤنکی ۔

ف۵۳: دَ رسول اللهﷺ ځنو بیبیانو وئیلی وو چې پهٔ قرآن کښې یواځې دَ سړیو ذکر کیږی دَ ښځو هډو چرته نوم نهٔ اخستې کیږی اؤ دَ ځنو نورو مؤمنانو ښځو پهٔ زړهٔ کښې هم دا خیال راغلے وهٔ چې دَ رسول اللهﷺ دَ بیبیانو ذکر خو قرآن کښې راغلو اؤ زمونږ ذکر چرته نهٔ راځی؟ دا ولې؟ (دَ احکامو پابند خو ښځې اؤ سړی دواړه دی) نو دَ ښځو دَ تسلّیٔ دپاره دا آیت نازل شو چې سړے وی کهٔ ښځه خو چې ایماندار وی نو الله تعالیٰ دَ هېچا خواری نهٔ بربادوی ۔ ښځو ته به هم پهٔ ښو کارونو دغه شان اجر ورکؤلے شی څنګه چې سړیو ته ورکؤلے شی ۔ ښځو ته هم دَ روحانی کمال حاصلؤلو اؤ اخلاقی ترقیٔ میدان دَ سړیو پهٔ شان آزاد دے اؤ پهٔ خپل محنت وچتې مرتبې ته رسېدې شی ۔

وَ مَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَّ لَا مُؤْمِنَةٍ اِذَا قَضَی اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗۤ اَمْرًا اَنْ یَّكُوْنَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ مِنْ اَمْرِهِمْ١ؕ وَ مَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا مُّبِیْنًاؕ۝۳۶

ترجمه: اؤ دا کار نهٔ دے دَ ایماندار سړی اؤ نهٔ دَ ایماندارې ښځې ، چې کله فیصله کړی الله اؤ دَ هغهٔ رسول یو کار چې هغوی ته پاتې شی اختیار پهٔ دې خپل کار کښې ، اؤ چا چې نافرمانی وکړه دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ، نو هغهٔ لار خطا کړه څرګنده خطا، ف۵۴

ف۵۴: حضرت زینبؓ دَ عبدالمطلب دَ لور اُمَیْمَه لور وه نو دَ رسول اکرمﷺ دَ ترور لور اؤ دَ قریشو دَ ډېر وچت خاندان جینۍ وه ۔ زید بن حارثهؓ هم دَ عربو دَ یو عامې کورنۍ آزاد هلک وهٔ خو چا ظالمانو پهٔ وړوکوالی کښې دَ کلی نه راپټ کړے وهٔ ۔ دَ مکّې پهٔ بازار کښې ېٔ خرڅؤلو ، حضرت خدیجېؓ ترېنه واخستو اؤ څو ورځې پس ېٔ رسول اللهﷺ ته دَ خدمت دپاره وبخښلو ۔ هوښیار هلک وهٔ ۔ رسول اللهﷺ به ورسره ډېره مینه کؤله ۔ کله چې پهٔ ښهٔ بد پوهه شو نو یو ځل دَ رسول اللهﷺ سره دَ شام پهٔ تجارتی سفر تلو ، دَ خپل کلی پهٔ خوا کښې تېرېدو ۔ خپلوان ېٔ پرې خبر شو نو پلار ېٔ اؤ ترهٔ ېٔ رسول اللهﷺ ته راغلل چې پهٔ تا باندې چا پهٔ هر څو چې خرڅ کړے وی زمونږ نه هغه قیمت واخله اؤ هلک راته واپس کړه ۔ رسول اللهﷺ ورته وفرمائیل دَ قیمت ضرورت نشته خو دَ هلک نه تپوس وکړیٔ کهٔ دَ تاسو سره پهٔ تلو راضی وی نو بو ېٔ ځیٔ ۔ هغوی چې دَ حضرت زیدؓ نه تپوس وکړو نو هغهٔ ورته ووې زهٔ دَ رسول اللهﷺ سره خوشحاله یم ، هغه پهٔ ما دَ تاسو نه زیات مئین دے ۔ نو دَ رسول اللهﷺ پهٔ مینه کښې ېٔ خپل مور پلار اؤ کور کلے پرېښو ، دَ پلار سره تلو ته تیار نهٔ شو۔ بیا څهٔ موده پس رسول اللهﷺ دَ غلامیٔ نه آزاد کړو اؤ پهٔ ځوی ېٔ ونیوؤ نو دَ عربو دَ عام رواج موافق پهٔ زید بن محمّدﷺ مشهور شو ۔ بیا کله چې ”اُدْعُوْهُمْ لِاٰبَآئِهِمْ هُوَ اَقْسَطُ عِنْدَ اللهِ“ آیت نازل شو نو دَ هغې نه پس دَ خپل پلار پهٔ نوم زید بن حارثه باندې مشهور شو ۔ دَ رسول اللهﷺ ورسره ډېره مینه وه اؤ دَ هغهٔ هم دَ رسول اللهﷺ سره ډېر تعلق وهٔ نو دَ رسول اللهﷺ سره دَ نوم پهٔ نسبت لرې کېدو به ډېر خفه شوے وی اؤ غالبًا دَ هغهٔ دَ تسلیٔ دپاره پهٔ ټولو اصحابو کښې یو هغهٔ ته دا عزت ورکړې شو چې نوم ېٔ صفا واضح پهٔ قرآن کښې واخستې شو۔

نو دَ رسول اللهﷺ دا خواهش وهٔ چې خپله دَ ترور لور زینبؓ حضرت زیدؓ ته پهٔ نکاح ورکړی ۔ خو هغه ډېرې دَ درنې کورنۍ وه اؤ زیدؓ دَ یو عامې عربې کورنۍ ، بیا دَ غلامیٔ نوم هم ورباندې پاتې شوے وهٔ ۔ نو دَ حضرت زینبؓ وروڼه پهٔ دې نسبت خؤشحاله نهٔ وو خو دَ رسول اللهﷺ دَ زړهٔ دپاره ېٔ ورته غاړه کښېښوه اؤ دغه نکاح وشوه ۔ پهٔ دغه موقع دا آیت نازل شو ”چې دَ الله دَ رسولﷺ یو کار خوښ وی نو ایماندارو ته پکښې بیا خپل اختیار نهٔ دے پاتې۔“

وَ اِذْ تَقُوْلُ لِلَّذِیْۤ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِ اَمْسِكْ عَلَیْكَ زَوْجَكَ وَ اتَّقِ اللّٰهَ وَ تُخْفِیْ فِیْ نَفْسِكَ مَا اللّٰهُ مُبْدِیْهِ وَ تَخْشَی النَّاسَ١ۚ وَ اللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشٰىهُ١ؕ فَلَمَّا قَضٰی زَیْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنٰكَهَا لِكَیْ لَا یَكُوْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ حَرَجٌ فِیْۤ اَزْوَاجِ اَدْعِیَآىِٕهِمْ اِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا١ؕ وَ كَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا۝۳۷

ترجمه: اؤ کله چې تا ووې هغه سړی ته ، چې الله ورباندې احسان کړے دے اؤ تا ورباندې احسان کړے دے دَ ځان سره وساته خپله ښځه اؤ دَ الله نه وویرېږه اؤ تا پهٔ زړهٔ کښې پټه ساتله داسې خبره چې الله هغه څرګندؤل غوښتل اؤ تهٔ ویرېدے دَ خلقو (دَ خبرو نه) اؤ تا ته ډېره ویره دَ الله نه پکار ده ۔ بیا کله چې پوره کړو زید دَ هغې ښځې نه خپل غرض ، ف۵۵ مونږ هغه تا ته پهٔ نکاح درکړه دې دپاره چې پاتې نهٔ شی پهٔ مؤمنانو څهٔ ګناه پهٔ نکاح کؤلو کښې دَ خلې بللې ځامنو دَ ښځو سره ، کوم وخت چې پوره کړی ترېنه هغوی خپل غرض ، اؤ دی دَ الله حکم پوره کؤل ۔ ف۵۶

ف۵۵: دَ حضرت زینبؓ نکاح خو دَ حضرت زیدؓ سره وشوه لېکن جوړ ېٔ رانهٔ غلو هغهٔ طلاق ورکړو اؤ دَ عدّت پوره کېدو نه پس بیا رسول اللهﷺ خپله پهٔ نکاح کړه ۔

ف۵۶: حضرت زینتؓ چې دَ حضرت زیدؓ کور ته راغله نو جوړ ېٔ سره نهٔ راتلو ۔ دَ هغې تر نظره ښهٔ نهٔ راتلو نو پهٔ هره خبره به ېٔ سره جنګ وهٔ ۔ حضرت زیدؓ به رسول اللهﷺ ته شکایت وکړو اؤ دا خیال به ېٔ څرګند کړو چې زمونږ کور جوړیږی نه نو زهٔ ېٔ پرېږدم نو رسول اللهﷺ به دم دلاسه کړو چې څو ورځې صبر وکړه جوړ به مو راشی ۔ دَ رسول اللهﷺ پهٔ زړهٔ کښې دا خیال وهٔ چې دَ حضرت زینبؓ خپلوان هسې هم پهٔ دې وادهٔ راضی نهٔ وو زما دَ خاطره ېٔ خبره منلې وه اوس چې دې طلاق ورکړی نو دا به هغوی خپل سپکاوے وګڼی اؤ ډېر به خفه شی نو ځکه ېٔ دَ طلاق نه منع کؤلو ۔ نو زیدؓ څهٔ موده صبر وکړو خو چې معامله پهٔ هېڅ شان نهٔ جوړېده نو شاید چې دَ رسول اللهﷺ پهٔ زړهٔ کښې دا خیال راغلے وی چې کهٔ دَ دوی جوړ پهٔ هېڅ شان نهٔ راځی اؤ زیدؓ ېٔ خامخا پرېږدی نو شاید چې دَ زینبؓ اؤ دَ هغې دَ وروڼو دلجوئی اؤ تسلّی پهٔ دې وشی چې زهٔ ېٔ پخپله پهٔ نکاح واخلم لېکن دَ جاهلانو اؤ منافقاون دَ خبرو دَ ویرې ېٔ دا خیال څرګندؤلے نهٔ شو چې منافقان به خبرې کوی چې خپله نږور ېٔ پهٔ نکاح واخسته (هغه زمانه کښې متبنّٰی دَ خپل ځوی پهٔ شان ګڼلې شو) حالانکې مخکښې دا تېره شوے وه چې دَ الله پهٔ نزد دَ متبنّٰی حیثیت دَ حقیقی اولاد پهٔ شان نهٔ دے ۔ هلته قدرت ته دا منظوره وه چې دا غلط خیال دَ مسلمانانو دَ زړونو نه دَ خپل پېغمبر پهٔ عملی طریقه وباسی چې پکښې مسلمانانو ته هډو دَ شک ګنجائش پاتې نهٔ شی ۔ نو الله تعالیٰ خپل رسولﷺ ته خبر ورکړو چې دَ زیدؓ دَ پرېښودو نه پس زهٔ دَ هغهٔ ښځه (زینبؓ) تا ته پهٔ نکاح درکؤم ، ولې ېٔ درکؤم؟ وجه ېٔ پهٔ آیت کښې مخکښې الله تعالیٰ خپله بیانوی ۔ ” لِكَیْ لَا یَكُوْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ حَرَجٌ فِیْۤ اَزْوَاجِ اَدْعِیَآىِٕهِمْ اِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا

(دې دپاره چې مؤمنانو ته څهٔ ګناه پاتې نهٔ شی اؤ دَ خپلو خلې بللی ځامنو پهٔ ښځو نکاح کؤلو کښې چې هغوی ترې خپل حاجت پوره کړی ۔ صفا واضحه خبره ده چې دَ دې نکاح غرض دَ مسلمانانو دَ زړونو نه دا غلط خیال وېستل دی کوم چې دَ جاهلیت دَ زمانې دستور وهٔ چې دَ خلې بللې ځوئے به ېٔ دَ حقیقی اولاد پهٔ شان ګڼلو اؤ شاید چې هم دغه حکمت وهٔ پکښې چې اول ېٔ دومره پهٔ زور دَ زینبؓ نکاح دَ زیدؓ سره وتړله ۔ الله ته معلومه وه چې دغه نکاح ډېره موده نهٔ شی پاتې کېدے ، دَ دوی ترمینځه به جدائی راځی لېکن پهٔ دغه نکاح کښې دا یو څو غټ حکمتونه وو ځکه ېٔ کؤله ۔ غرض دا چې رسول اللهﷺ دَ خپل ذاتی خیال اؤ دَ دغې قرآنی پیشنګوییٔ پهٔ څرګندؤلو شرمېدو (چې خلق به بیا مسلمانانو ته پېغورونه ورکوی چې دا ستاسو هغه پېغمبر دے چې نږور ېٔ کور کښېنؤله) لېکن دَ الله تعالیٰ حکم تکوینی اؤ تشریعی پوره کؤل ضروری وو ۔ کهٔ رسول اللهﷺ ډېر منع کؤلو خو آخر حضرت زیدؓ طلاق ورکړو اؤ دَ عدّت پوره کېدو نه پس الله تعالیٰ دَ زینبؓ نکاح دَ حضور اکرمﷺ سره وتړله ۔ زمونږ دَ دې بیان نه واضحه شوه چې رسول اللهﷺ څهٔ پټؤل؟ دَ حضرت زینبؓ دَ دلجوییٔ دپاره دَ هغې سره دَ نکاح خپل خیال اؤ دَ قرآن دا پیشنګوئی چې الله دَ زینبؓ سره ستا نکاح کوی ۔ دا خبره دَ خلقو دَ شرم اؤ دَ حیاء دَ وجې رسول اللهﷺ څرګندؤلے نهٔ شوه ۔ اؤ هم دغه خبره الله تعالیٰ خپله څرګنده کړه چې دَ ”زَوَّجْنَاکَهَا“ دَ لفظ نه څرګندیږی ۔ چونکې دَ یو شرعی مصلحت پهٔ مقابله کښې دا قسم شرم و حیا کؤل دَ پېغمبرﷺ دَ وچتې مرتبې سره مناسب نهٔ وو نو ځکه دا خبره الله تعالیٰ دَ عتاب پهٔ رنګ کښې څرګنده کړه لکه چې اکثر دَ نبیانو دَ وچتې مرتبې پهٔ وجه هغوی ته پهٔ ډېره معمولی کمزوریٔ هم الله تعالیٰ سخته زورنه ورکوی۔

تنبیه: مونږ چې دا لیکلی دی چې الله تعالیٰ رسولِ اکرمﷺ ته دَ نکاح خبر دَ وړاندې نه ورکړے وهٔ نو دا روایت پهٔ فتح الباری کښې دَ سورتِ احزاب پهٔ تفسیر کښې موجود دے ۔ باقی نورې ډېرې بې مطلبه خبرې اؤ قصې قطارې چې عامو مفسرینو یا تاریخدانانو پهٔ دې موقع لیکلی دی نو علامه ابن حجرؒ لیکی چې دا خبرې دَ غور قابلې نهٔ دی اؤ ابنِ کثیرؒ لیکی چې دا خبرې اکثر صحیح نهٔ دی نو زهٔ ېٔ ځکه نهٔ لیکم۔

مَا كَانَ عَلَی النَّبِیِّ مِنْ حَرَجٍ فِیْمَا فَرَضَ اللّٰهُ لَهٗ١ؕ سُنَّةَ اللّٰهِ فِی الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ١ؕ وَ كَانَ اَمْرُ اللّٰهِ قَدَرًا مَّقْدُوْرَا٘ۙ۝۳۸

ترجمه: پهٔ نبی څهٔ حرج نشته چې هغه خبره کښې چې مقرر کړی وی الله دَ هغهٔ دپاره څنګه چې طریقه وه دَ الله دَ تېرو قومونو پهٔ حق کښې اؤ دے دَ الله حکم قطعی فیصله شوے ۔

اِ۟لَّذِیْنَ یُبَلِّغُوْنَ رِسٰلٰتِ اللّٰهِ وَ یَخْشَوْنَهٗ وَ لَا یَخْشَوْنَ اَحَدًا اِلَّا اللّٰهَ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ حَسِیْبًا۝۳۹

ترجمه: هغه کسان چې رسوی پیغامونه دَ الله اؤ دَ هغهٔ نهٔ ویره کوی اؤ نهٔ ویریږی دَ بل هېچا نه سوا دَ یو الله نه اؤ کافی دے الله کفایت کؤنکے، ف۵۷

ف۵۷: یعنی دَ الله تعالیٰ حکم قطعی دے هغهٔ چې کومه خبره مقرر کړے وی هغه به ضرور کیږی نو کوم کار چې دَ الله حکم اؤ پهٔ شریعت روا دے نو پېغمبر ته پهٔ داسې کار کؤلو کښې څهٔ حرج دے ۔ نبیان اؤ رسولان خو دَ الله پهٔ پېغام رسؤلو کښې دَ الله نه سوا بل دَ هېچا نه نهٔ ویریږی (اؤ تا هم تر اوسه دَ الله پهٔ حکم اورؤلو کښې دَ هېچا څهٔ پرواه نهٔ ده ساتلې نو بیا دَ نکاح پهٔ دې خبره کښې درته څهٔ رکاوټ دے؟ دَ حضرت داؤدؑ سل(۱۰۰) بیبیانې وې ، دَ حضرت سلیمانؑ دَ دې نه هم زیاتې وې نو کوم الزام چې کم عقل خلق پهٔ تا لګوی دَ مخکښینیو پېغبرانو پهٔ ژوند کښې دَ دې نه زیات مثالونه شته نو دَ داسې بې سره نکته چینیٔ څهٔ فکر مهٔ کوه ۔ مخکښې بیا ارشاد دے چې کهٔ تا زیدؓ ته پهٔ خلهٔ ځوئے ووې نو پهٔ دې هغه ستا رښتیا ځوئے شوے نهٔ دے چې تهٔ اوس دَ هغهٔ پریٔښې ښځې سره نکاح نهٔ شې کؤلے، تهٔ خو دَ دهٔ څهٔ ، دَ هېڅ یو نارینه پلار نهٔ ئ ۔ کوم ځامن چې دَ رسول اللهﷺ پیدا شوی وو هغه پهٔ وړوکوالی کښې وفات شوی وو ۔ دَ دې آیت نازلېدو پهٔ وخت کښې یو هم ژوندے نهٔ وهٔ ۔ ځنی دَ دې نه پس پیدا شو اؤ وړوکوالی کښې وفات شو ۔ پهٔ لوڼو کښې ېٔ هم یو دَ حضرت فاطمېؓ اولاد پهٔ دنیا کښې شته (دَ نورو لوڼو اولاد ېٔ هم نشته)

مَا كَانَ مُحَمَّدٌ اَبَاۤ اَحَدٍ مِّنْ رِّجَالِكُمْ وَ لٰكِنْ رَّسُوْلَ اللّٰهِ وَ خَاتَمَ النَّبِیّٖنَ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا۠۝۴۰

ترجمه: نهٔ دے محمّد پلار پهٔ ستاسو کښې دَ سړی لېکن دَ الله رسول دے ف۵۸ اؤ مهر دے پهٔ ټولو نبیانو ف۵۹ اؤ دے الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبردار ۔ ف۶۰

ف۵۸: یعنی دَ رسول اللهﷺ حقیقی ځامن نشته لېکن دَ الله رسول دے اؤ پهٔ دې حساب ټول اُمت دَ هغهٔ روحانی اولاد دے لکه چې مونږ دَ ”اَلنَّبِیُّ اَوْلٰی بِالْمُؤْمِنِیْنَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ“ پهٔ تفسیر کښې واضحه کړے ده ۔

ف۵۹: یعنی دَ رسول اللهﷺ پهٔ راتلو دَ نبیانو پهٔ سلسله مهر ولګېدو ، اوس به بل هېچا ته نبوت نهٔ شی ورکؤلے (دَ نبوت دروازې بندې شوې) دَ رسول اللهﷺ دَ راتلو زمانه ځکه دَ ټولو نه مخکښې یٔښې شوے ده چې دا شریعت به تر قیامته چلیږی ۔ حضرت عیسٰیؑ به هم پهٔ آخری زمانه کښې دَ رسول اللهﷺ دَ یو اُمتی پهٔ حیثیت دنیا ته راکوزیږی ۔ یو حدیث شریف دے کهٔ نن موسٰیؑ ژوندے وې نو هغه به هم زما اُمتی اؤ تابعدار وهٔ بلکې دَ محقیقینو پهٔ نزد خو ټولو انبیاؤ پهٔ خپله خپله زمانه کښې دَ رسول اللهﷺ دَ روح مبارک نه استفاده کؤله ۔ څنګه چې سپوږمۍ دَ نمر نه رڼا اخلی نو دَ شپې مونږ ته ځلیږی ۔ سره دَ دې چې پهٔ دغه وخت نمر مونږ ته نهٔ ښکاری ۔ نو څنګه چې پهٔ دې مادی دنیا کښې دَ رڼا سر چشمه نمر دے۔ ټوله دنیا دَ نمر پهٔ رڼا بالواسطه یا بلاواسطه روښانه ده ۔ دغه شان دَ نبوّت اؤ رسالت پهٔ ټولو درجو کښې اؤ دَ روحانی کمالاتو پهٔ ټوله سلسله کښې دَ نور سرچشمه روح محمّدیﷺ دے ۔ پهٔ دې لحاظ مونږ دا وئیلی شو چې رسول پاکﷺ دَ مرتبې اؤ زمانې دواړو پهٔ لحاظ خاتم النبیّٖن دے ۔ چا ته چې نبوّت ورکړې شوے دے دَ رسول پاکﷺ پهٔ مهر لګېدو ورکړې شوے دے۔ والله اعلم۔

دَ ختمِ نبوت متعلق دَ قرآن ، حدیث اؤ اجماع نه عالمانو پهٔ سوونو دلیلونه راجمع کړی دی اؤ مستقل کتابونه ېٔ پرې لیکلی دی چې دَ دې دَ کتو نه پس هېڅوک پهٔ دې کښې یوه ذره شک نهٔ شی کؤلے چې دَ ختمِ نبوّت دَ عقیدې منکر کافر اؤ دَ اسلام دَ دائرې نه وتې دے ۔

ف۶۰: یعنی هم هغه ښهٔ پوهیږی چې رسولان راستؤل اؤ رسالت ختمؤل پهٔ کومه مرحله پکار دی۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوا اللّٰهَ ذِكْرًا كَثِیْرًاۙ۝۴۱

ترجمه: اے ایماندارو ذکر وکړیٔ دَ الله ډېر ډېر ذکر ۔

وَّ سَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّ اَصِیْلًا۝۴۲

ترجمه: اؤ تسبیح واییٔ دَ هغهٔ سحر اؤ نماښام ۔ ف۶۱

ف۶۱: یعنی الله تعالیٰ پهٔ تاسو دومره غټ فضل وکړو چې دومره عظیم پېغمبر اؤ دَ ټولو پېغمبرانو سردار ېٔ ستاسو دَ هدایت دپاره را واستؤلو ۔ نو تاسو دَ دې نعمت شکریه ادا کړیٔ اؤ هر وخت پهٔ ناسته پاسته ، ګرځېدو راګرځېدو دَ شپې اؤ ورځې هر وخت دَ الله ذکر کویٔ اؤ هېڅ وخت کښې دَ خپل رب دَ یادو نه مهٔ غافله کېږیٔ ۔

هُوَ الَّذِیْ یُصَلِّیْ عَلَیْكُمْ وَ مَلٰٓىِٕكَتُهٗ لِیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ١ؕ وَ كَانَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَحِیْمًا۝۴۳

ترجمه: هم هغه دے چې رحمت راستوی پهٔ تاسو اؤ دَ هغهٔ فرښتې هم چې تاسو وباسی دَ تیرو نه رڼا ته ، اؤ دے الله پهٔ مؤمنانو مهربان، ف۶۲

ف۶۲: یعنی دَ الله ډېر ډېر یادؤلو نتیجه به دا وی چې الله تعالیٰ به پهٔ تاسو رحمت نازل کړی کوم چې دَ فرښتو پهٔ واسطه را استوی ۔ دا دَ هغې رحمت برکت دے چې تاسو دَ جهالت دَ تورو تیرو نه دَ علم اؤ تقوٰی رڼا ته را ووتیٔ کهٔ دَ الله خاصه مهربانی نهٔ وې نو ایمان قبلؤل چرته اؤ بیا ورباندې قائم پاتې کېدل چرته؟ دا خو دَ الله پهٔ مهربانیٔ مسلمانانو هدایت قبول کړو اؤ دَ سلامتیا اؤ تقوٰی لار ېٔ اختیار کړه ۔ دا خو دَ دنیا حال شو ، دَ آخرت قدر عزت اؤ آرام خوشحالی وروستو بیانیږی ۔

تَحِیَّتُهُمْ یَوْمَ یَلْقَوْنَهٗ سَلٰمٌ١ۚۖ وَ اَعَدَّ لَهُمْ اَجْرًا كَرِیْمًا۝۴۴

دعا دَ دې (مؤمنانو) پهٔ کومه ورځ چې به ملاقات کوی هغهٔ سره سلام دے اؤ تیار ېٔ ساتلے دے دوی دپاره دَ عزت ثواب ، ف۶۳

ف۶۳: یعنی الله به ورته سلام را استوی اؤ فرښتې به ورباندې سلام اچوی چې نژدے درته راځی اؤ مسلمانان به خپلو کښې هم یو بل سره ملاقات پهٔ وخت یو بل ته دغه دَ سلامتیا دعا کوی څنګه چې پهٔ دنیا کښې دَ اسلام طریقه ده ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّ مُبَشِّرًا وَّ نَذِیْرًاۙ۝۴۵

ترجمه: اے نبی! مونږ تهٔ واستؤلے ښیونکے ف۶۴ اؤ خوشخبری ورکؤنکے اؤ ویروؤنکے، ف۶۵

ف۶۴: یعنی دَ الله توحید اؤ دَ هدایت لار ورته ښئی اؤ څهٔ چې پهٔ خلهٔ وائی هغه ېٔ پهٔ زړهٔ ده اؤ عمل ېٔ پهٔ دې ګواه دے اؤ پهٔ محشر کښې به هم پهٔ خپلو امتیانو ګواهی ورکوی چې دَ الله حکم چا چا اؤ څومره قبول کړے وهٔ ۔

ف۶۵: یعنی فرمانبردارو ته دَ جنّت دَ خوشحالیو زېرے ورکوی اؤ نافرمانه دَ الله دَ عذاب نه ویروی ۔

وَّ دَاعِیًا اِلَی اللّٰهِ بِاِذْنِهٖ وَ سِرَاجًا مُّنِیْرًا۝۴۶

ترجمه: اؤ بلونکے طرف دَ الله ته دَ هغهٔ پهٔ حکم اؤ یو پړقېدونکے ډیوه ۔ ف۶۶

ف۶۶: مخکښې وئیلے شوی وو چې دَ الله رحمت مؤمنان دَ تیرې نه رڼا ته وباسی ، اوس ښئی چې هغه رڼا دَ کومې ډیوې نه چاپېره خوره شوے وه ۔ شاید چې دلته دَ سراج لفظ پهٔ هغه معنٰی دے کوم چې سورتِ نوح کښې دے۔ ”جَعَلَ الْقَمَرَ فِیْهِنَّ نُوْرًا وَّ جَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ۔

(یعنی پهٔ دې زمکه اؤ آسمانونو کښې الله تعالیٰ دَ سپوږمۍ نور اؤ دَ نمر بله ډیوه پیدا کړے ده) نو څنګه چې هلته نمر ته سِرَاجْ وئیلې شوے دے دلته هم دَ سِرَاجْ نه مطلب دَ نبوّت روښانه نمر دے ۔ څنګه چې دَ نمر دَ رڼا مخکښې نورې رڼا ګانې تتې شی دغه شان دَ حضور اکرمﷺ دَ نبوّت دَ نمر رڼا چې خوره شوه نو دَ نورو ټولو رڼا ګانو څهٔ حقیقت پاتې نهٔ شو ټولې پهٔ دې نورِ اعظم کښې پټې شوې۔

وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَضْلًا كَبِیْرًا۝۴۷

ترجمه: اؤ خوشخبری ورکړه مؤمنانو ته دا چې دوی دپاره دَ الله له طرفه لوئے فضل دے ۔ ف۶۷

ف۶۷: یعنی پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې الله تعالیٰ دَ خپل حبیب پهٔ خاطر دې اُمت ته پهٔ نورو امتونو لوئی اؤ فضیلت ورکړے دے۔

وَ لَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ دَعْ اَذٰىهُمْ وَ تَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا۝۴۸

ترجمه: اؤ خبره مهٔ منه دَ کافرانو اؤ منافقانو ف۶۸ اؤ پرېږده دَ دوی تنګؤل ، اؤ اعتماد وکړه پهٔ الله اؤ کافی دے الله کارساز ، ف۶۹

ف۶۸: یعنی هر کله چې الله تعالیٰ ورته دومره کمال اؤ داسې وچته مرتبه ورکړے ده اؤ داسې بهترین اُمت ېٔ ورکړے دے نو تا ته هم پکار دی چې دَ تبلیغ اؤ اصلاح پهٔ کار کښې ښهٔ پوره کوشش وکړې اؤ دَ الله پهٔ احکامو پوره کؤلو کښې دَ کافرانو اؤ منافقانو دَ خبرو اؤ پېغورونو هېڅ خیال ونهٔ ساتې۔

ف۶۹: یعنی کهٔ دا بدبخته درته پهٔ ژبه یا پهٔ لاسونو څهٔ تکلیف در رسوی نو دَ دې هېڅ فکر مهٔ کوه ۔ الله تعالیٰ کارساز دے هغه به ستا ټول کارونه سم کړی ۔ منکران پهٔ سمه لار را اړؤل یا ورته دَ خپل عمل سزا ورکؤل دَ الله کار دے ، تهٔ دَ دې خبرې هېڅ فکر مهٔ کوه ۔ دَ دې بدبختو خو غرض دا دے چې تا پهٔ خبرو تنګ کړی اؤ دَ کاره دې پاتې کړی ۔ نو کهٔ بالفرض تهٔ دَ دوی پهٔ خبرو تنګ شوې اؤ پهٔ یو شرعی حکم باندې عمل کښې درنه سستی وشوه نو دا داسې شوه لکه چې دَ دوی خبره دې ومنله اؤ دَ دوی غرض دې پوره کړو ۔ (نعوذ بالله)

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَیْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّوْنَهَا١ۚ فَمَتِّعُوْهُنَّ وَ سَرِّحُوْهُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا۝۴۹

ترجمه: اے ایماندارو کله چې تاسو پهٔ نکاح کړیٔ ایماندارې ښځې ، بیا هغوی ته طلاق ورکړیٔ مخکښې دَ لاس ور وړلو نه نو نشته ورباندې ستاسو څهٔ حق پهٔ عدّت کښې دَ کښېنؤلو چې شمار پوره کړیٔ ، نو هغوی ته څهٔ فائده ورکړیٔ اؤ رخصت ېٔ کړیٔ پهٔ ښهٔ طریقه، ف۷۰

ف۷۰: یعنی کوم سړی چې نوې وادهٔ وکړو اؤ دَ ښځې سره یوځائې کېدو نه مخکښې ېٔ ورته طلاق ورکړو نو کهٔ دَ هغې مهر مقرر شوے وی نو نیم مهر به ورکوی اؤ کهٔ مهر ېٔ نهٔ وی مقرر شوے نو څهٔ شے پهٔ ورکوی (لکه دَ رواج اؤ خپل طاقت موافق یوه جوړه جامې) اؤ پهٔ عزت به ېٔ رخصت کړی ۔ دغه شان پهٔ ښځې دَ عدّت پوره کؤلو انتظار نشته ، سمدستی دَ بل سړی سره نکاح کؤلے شی (دَ احنافو پهٔ مذهب خلوت صحیح هم دَ صحبت پهٔ حکم کښې دے) پوره تفصیل ېٔ دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې کتل پکار دی ۔ دا مسئله دلته دَ پاکو بیبیانو پهٔ سلسله کښې بیان شوه ۔ هم دغه بیان دَ لرې نه را روان وهٔ تر دا مینځه ېٔ دَ خاص مناسبت پهٔ وجه نورې خبرې راغلې نو بیا هغه مخکښینیٔ سلسله شروع شوه ۔ پهٔ روایاتو کښې راځی چې رسول اکرمﷺ دَ یوې ښځې سره نکاح وتړله خو چې کور ته راغلو اؤ هغې ښځې ته نژدے کېدو نو هغې ورته ووې (اَعُوْذُ بِاللهِ مِنْكَ) ”الله مې دَ تا نه وساته“ رسول اللهﷺ ترېنه اخوا شو ، ورته ېٔ ووې تا دَ ډېر لوی ذات پناه وغوښته (بیا رسول اللهﷺ هغه ښځې پرېښوه) پهٔ دې باندې دا آیتونه نازل شو ۔ خطاب پکښې مؤمنانو ته پهٔ دې غرض شوے دے چې دا حکم پهٔ رسولﷺ پورې خاص نهٔ دے ، ټولو مؤمنانو دپاره دے ۔ دَ دې آیت موافق رسول اللهﷺ هغې ښځې ته یوه جوړه جامې ورکړې اؤ رخصت ېٔ کړه ۔ بیا هغه ټول عمر پښېمانه وه ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَحْلَلْنَا لَكَ اَزْوَاجَكَ الّٰتِیْۤ اٰتَیْتَ اُجُوْرَهُنَّ وَ مَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ مِمَّاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلَیْكَ وَ بَنٰتِ عَمِّكَ وَ بَنٰتِ عَمّٰتِكَ وَ بَنٰتِ خَالِكَ وَ بَنٰتِ خٰلٰتِكَ الّٰتِیْ هَاجَرْنَ مَعَكَ١٘ وَ امْرَاَةً مُّؤْمِنَةً اِنْ وَّهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِیِّ اِنْ اَرَادَ النَّبِیُّ اَنْ یَّسْتَنْكِحَهَا١ۗ خَالِصَةً لَّكَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ١ؕ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَیْهِمْ فِیْۤ اَزْوَاجِهِمْ وَ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ لِكَیْلَا یَكُوْنَ عَلَیْكَ حَرَجٌ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۝۵۰

ترجمه: اے نبی! مونږ حلالې کړې تا ته ستا هغه ښځې چې تا مهر ورکړے دے ، اؤ کومه چې مال دے ستا دَ لاس کوم چې الله درکړے دے۔ ف۷۱ اؤ ستا دَ ترهٔ لوڼه اؤ ستا دَ ترور لوڼه اؤ ستا دَ ماما لوڼه اؤ ستا دَ ماسی لوڼه چا چې هجرت کړے دے تا سره اؤ یوه مسلمانه ښځه کهٔ وبخښې خپل ځان نبی ته کهٔ نبی غواړی چې پهٔ نکاح ېٔ واخلی ، دا اجازت دے تا ته دَ نورو مسلمانانو نه غیر ، مونږ ته معلوم دی څهٔ چې مونږ مقرر کړی پهٔ دوی باندې دَ دوی دَ ښځو پهٔ حق کښې اؤ دَ دوی دَ لاس دَ مال پهٔ حق کښې ، دې دپاره چې پاتې نهٔ شی پهٔ تا څهٔ تنګی ، اؤ دے الله بخښونکے مهربانه ۔ ف۷۲

ف۷۱: یعنی هغه وینځې چې دَ مالِ غنیمت پهٔ برخه کښې پهٔ لاس درشی ۔

ف۷۲: یعنی ستا هغه ښځې کومې چې دې اوس پهٔ نکاح کښې دی اؤ مهر دې ورکړے دے ، دَ قریشو دَ خاندان نه دی اؤ کهٔ دَ نورو نه ، ټولې درته حلالې دی اؤ پهٔ دوی کښې دَ چا دَ پرېښو ضرورت نشته ۔ اؤ دَ خپل خاندان جینکۍ دَ ترهٔ لور ، ترور لور ، ماما لور ، ماسی لور یعنی چې دَ پلار دَ طرف نه یا مور دَ طرف نه ورسره خپلوی وی چې مسلمانې وی اؤ هجرت وکړی نو دا هم درته حلالې دی ۔ نکاح ورسره تړلے شې اؤ کومه ښځه چې ځان نبی ته بخښې یعنی دَ مهر تړلو نه بغیر ورسره نکاح کوی نو کهٔ دَ نبی خوښه وی بې مهره ېٔ پهٔ نکاح اخستے شی ۔ خو دا اجازت خاص نبیﷺ ته دے ، نور مؤمنان بې مهره دَ ښځې سره نکاح نهٔ شی تړلے ۔ ښځې ته به مهر خامخا ورکوی ۔ کهٔ دَ نکاح تړلو پهٔ وخت مقرر شو ے وهٔ اؤ کهٔ وروستو ېٔ مقرر کړو نو دَ هغې موافق اؤ کهٔ هډو مقرر ېٔ نهٔ کړو نو مهرِ مثل به ورکوی (یعنی پهٔ دغه خاندان کښې چې څهٔ رواج وی) بهرحال خاص دَ نبی علیه السّلام نه الله پاک دَ مهر قید پورته کړے وهٔ خو رسول اللهﷺ پهٔ خپل عمر کښې دَ یوې بی بی سره هم بې مهره نکاح نهٔ وه تړلے ۔ شاید چې دَ ”اِنْ اَرَادَ النَّبِیُّ“ دَ الفاظو نه هغوی دا مطلب اخستې وهٔ چې دا کار ښهٔ نهٔ دے ۔ نو نبیﷺ ته دَ دوؤ خبرو خاص اجازت وهٔ ۔ یو بې مهره نکاح اؤ بل دَ څلورو نه زیاتې بیبیانې پهٔ نکاح کښې ساتل۔

تنبیه: رسولِ پاکﷺ تر پنځهٔ ویشتو کالو عمر کوم چې دَ ځوانیٔ دَ طاقت اؤ جوش ورځې وې خو بې وادهٔ تېر کړے وهٔ اؤ بیا چې ېٔ دَ خپلوانو پهٔ ډېر اصرار وادهٔ وکړو نو هغه هم دَ بی بی خدیجېؓ سره چې دَ پوخ عمر وه اؤ دوه ځله کونډه شوے وه ۔ دَ وړومبی وادهٔ نه پس رسول اللهﷺ تر درے پنځوس کاله عمر پورې څو پورې چې بی بی خدیجهؓ ژوندیٔ وه بل وادهٔ نهٔ دے کړے هم دَ دغه یو بی بی سره ېٔ ښهٔ پهٔ آرام اؤ سکون ژوند تېرؤلو ۔ رسول اللهﷺ چې وړؤمبے وادهٔ وکړو نو دا هغه ورځې وې چې رسول اللهﷺ به دَ ټولو خلقو نه جدا ځان ته څو ورځې پهٔ غارِ حرا کښې دېره وهٔ ۔ دَ الله عبادت به ېٔ کؤلو ۔ اؤ دغې نیک بختې بی بی خدیجېؓ به ورته دَ څو څو ورځو دپاره دَ خوراک توښه تیارؤله اؤ دَ هغهٔ پهٔ سکون اؤ دلجمعیٔ کښې به ېٔ ورسره امداد کؤلو ۔ دغه وخت دَ عامو خلقو دپاره دَ نفسانی خواهشاتو اؤ جذباتو زمانه وه ۔ لېکن دَ رسول اللهﷺ دَ سخت نه سخت دښمن هم دَ رسول اللهﷺ پهٔ عفت اؤ باکبازیٔ یوره ذره داغ لګؤلو جرأت نهٔ شی کؤلے۔

یاد لریٔ دا دَ هغه عظیم انسان دَ پاک سیرت ذکر دے چا چې فرمائیلی دی ما ته چې الله تعالیٰ کوم جسمانی طاقت راکړے دے هغه دَ جنّت دَ څلویښتو (۴۰) ځوانانو برابر دے اؤ دَ جنّت دَ یو ځوان طاقت دَ دنیا دَ سلو (۱۰۰) ځوانانو برابر دے نو پهٔ دغه حساب دَ رسول اللهﷺ جسمانی طاقت دَ څلورو سوؤ (۴۰۰) ځوانانو برابر جوړیږی اؤ بېشکه دَ دنیا دَ کامل ترین انسان جسمانی اؤ روحانی طاقتونه هم دغه شان قوی اؤ مضبوط پکار وو ۔ نو پهٔ دې لحاظ کهٔ دَ رسول اللهﷺ زر ښځې وې نو دا داسې وه لکه عام بنیادم چې یوه وکړی لېکن ۔ الله اکبر ۔ دَ دې ضبطِ نفس اؤ ریاضت څهٔ اندازه لګېدے شی؟ چې تر پنځوس کاله پورې خو ېٔ څهٔ وخت بالکل بې وادهٔ تېر کړو اؤ څهٔ ېٔ بیا پهٔ زهد اؤ ریاضت کښې تېر کړو ۔ دَ حضرت خدیجېؓ دَ وفات نه پس رسول اللهﷺ دَ خپل بهترین دوست اؤ جان نثار ملګری حضرت ابوبکر صدیقؓ لور حضرت عائشهؓ پهٔ نکاح کړه اؤ دَ هغې نه پس ېٔ بیا اتهٔ بیبیانې نورې وکړې چې سوا دَ بی بی عائشېؓ نه ټولې کنډې وې ۔ دَ رسول اللهﷺ دَ وفات پهٔ وخت نههٔ (۹) بیبیانې ژوندیٔ وې ۔ نومونه ېٔ دا دی:

(۱) حضرت عائشه رضی الله عنها

(۲) حضرت حفصه رضی الله عنها

(۳) حضرت سوده رضی الله عنها

(۴) حضرت اُمِّ سلمه رضی الله عنها

(۵) حضرت زینب رضی الله عنها

(۶) حضرت اُ مِّ حبیبه رضی الله عنها

(۷) حضرت جویریه رضی الله عنها

(۸) حضرت صفیه رضی الله عنها

(۹) حضرت میمونه رضی الله عنهن و ارضاهن ۔

پهٔ دوی کښې دا وروستیٔ درے دَ نورو عربو قبیلو دی ، دَ قریشو دَ خاندان نه نهٔ دی ۔ باقی شپږ دَ قریشو دی ۔

پهٔ دنیا کښې دا بې نظیر انسان چې دَ خپل فطری طاقت پهٔ لحاظ دَ څلورو زرو بیبیانو حقدار دے هغه کهٔ پهٔ نهو بیبیانو صبر کوی نو کوم انصاف پسند ورباندې دَ ګڼو ښځو کؤلو الزام لګؤلے شی؟ بیا چې مونږ دې ته وګورو چې عمر ېٔ دَ درے پنځوسو (۵۳) نه اوړېدلے وهٔ (اؤ عام سړی دپاره دا عمر دَ بوډاوالی دے) اؤ سره دَ غټو غټو فتوحاتو چې دَ هر طرف نه دَ مالِ غنیمت باران ورېدو هغهٔﷺ پهٔ مړه ګېډه روټۍ نهٔ خوړه ، خپله به ېٔ لوږې تندې تېرؤلے ، اؤ چې څهٔ به ورته راتلهٔ هغه به ېٔ دَ الله پهٔ نوم وېشل ۔ پهٔ میاشتو به ېٔ پهٔ کور کښې لوګے نهٔ ختو، پهٔ تشو قجورو به ېٔ وخت اړؤلو یا به ېٔ مسلسل روژه وه ۔ څو څو ورځې به ېٔ روژه ماته نهٔ کړه ، دَ شپې به عبادت ته دومره ودرېدو چې ښپې به ېٔ وپړسېدې ۔ دَ عیش و آرام ژوند چرته وهٔ ؟ بیبیانو ته ېٔ صفا وئیلی وو کهٔ زما سره دَ فقیریٔ ژوند دَ چا خوښ وی خو ډېره ښهٔ ده زما سره دې وسی ۔ کهٔ چا ته دا ژوند ګران وی زهٔ به ېٔ رخصت کړم ځان ته دې دَ آرام ځائې وګوری ۔ ټولو بیبیانو خپله رضا دَ الله دَ رسولﷺ سره دَ فقیریٔ ژوند خوښ کړے وهٔ ۔

دَ دې حالاتو سره سره کهٔ پهٔ بل اړخ نظر واچؤلے شی نو حضور اکرمﷺ دَ بیبیانو حق داسې پهٔ ښهٔ طریقه ادا کؤلو اؤ دَ ټولو سره ېٔ داسې دَ سکون اؤ اطمینان ژوند وهٔ چې ډېر مالدار اؤ طاقتور سړے هم داسې ژوند نهٔ شی تېرؤلے ۔ دَ جنګ پهٔ میدان کښې چې دَ غټو غټو مشهورو بهادرانو زړهٔ به ورغړېدو نو دَ الله رسولﷺ به لکه دَ غر پهٔ شان پهٔ خپل ځائې ولاړ وهٔ اؤ دا رجز به ېٔ وې ۔

اِلَیَّ عِبَادَ اللهِ اَنَا رَسُوْلُ اللهِ

اَنَا النَّبِیُّ لَا کَذِبْ

اَنَا بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبْ

(دَ الله بندیانو دې خوا راجمع شیٔ زهٔ پهٔ رښتیا نبی یم زهٔ دَ عبد المطلب اولاد یم)

دَ بیبیانو دَ تعلق پهٔ وجه ېٔ دَ عبادت اؤ رسالت پهٔ کارونو کښې یوه ذره فرق نهٔ راتلو ، نهٔ پهٔ څهٔ سخت اؤ ګران کار یو پوټې ستړې کېدو ۔ حقیقت دا دے چې څنګه دَ رسول اللهﷺ دَ وړوکوالی اؤ ځوانیٔ پاک ژوند یو معجزه وه ۔ دغه شان ېٔ دَ بوډاوالی ژوند هم دَ عام عادت نه خلاف اؤ یوه غټه معجزه وه ۔ اؤ حقه خو دا ده چې دَ رسول اللهﷺ دَ ژوند هر یو دور دَ پکبازو اؤ پرهېزګارو دپاره یوه عملی نمونه وه چې بنده ترېنه دَ ژوند پهٔ هر اړخ کښې عملی رهبری حاصلؤلے شی ۔ دَ پاکو بیبیانو پهٔ ګڼوالی چې مخالفین اعتراض کوی نو هم دغه ډېروالے دَ مؤمنانو دپاره دَ رحمت سبب وهٔ چې مؤمنان دَ هغو احکامو نه دَ کومو تعلق چې دَ بنده دَ کورنی ژوند اؤ پټو خبرو سره وی پهٔ ښهٔ شان خبر شو نو دَ نبی دَ بیبیانو پهٔ ګڼوالی کښې دا خیر وهٔ چې مسلمانانو ته دَ کورنی ژوند اؤ دَ ګڼو ښځو دَ حقونو ادا کؤلو طریقه معلومه شوه ۔

دَ پاکو بیبیانو سره به دَ خپلو خپلو ټبرو ښځې راتلې دَ کورنۍ معاملو متعلق مسئلې به ېٔ ترېنه پوښتلې ۔ پهٔ دې طریقه هغه احکام دَ کومو تعلق چې خاص دَ ښځو سره وهٔ اُمت ته پهٔ آسانه ورسېدل۔

تُرْجِیْ مَنْ تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَ تُـْٔوِیْۤ اِلَیْكَ مَنْ تَشَآءُ١ؕ وَ مَنِ ابْتَغَیْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكَ١ؕ ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ تَقَرَّ اَعْیُنُهُنَّ وَ لَا یَحْزَنَّ وَ یَرْضَیْنَ بِمَاۤ اٰتَیْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ مَا فِیْ قُلُوْبِكُمْ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَلِیْمًا۝۵۱

ترجمه: وروستو وساته پهٔ دوی کښې څوک چې غواړې اؤ ځائې ورکړه دَ ځان سره چا ته چې غواړې، اؤ څوک چې دې زړهٔ غواړی پهٔ هغو کښې چې یو ډډې ته کړے دې وی ، نو پهٔ تا څهٔ ګناه نشته پهٔ دې کښې نژدے ده چې یخې شی دَ دوی سترګې اؤ غم نهٔ کوی اؤ راضی شی (ټولې) پهٔ هغې چې تا ورکړی دی ، اؤ الله ته معلوم دی څهٔ چې ستاسو پهٔ زړونو کښې دی ، اؤ دے الله پهٔ هر څهٔ خبر دَ تحمّل خاوند ، ف۷۳

ف۷۳: یعنی نبیﷺ ته دَ خپل ځان بخښونکی متعلق نبیﷺ ته اختیار دے چې قبلوی ېٔ کهٔ نه اؤ پهٔ موجوده بیبیانو کښې هم ورته اختیار دے چې چا ته طلاق ورکوی اؤ څوک دَ ځان سره ساتی ۔ بیا کومې بیبیانې چې دَ ځان سره ساتی دَ هغوی پهٔ حق هم وار پهٔ وار دَ هرې یوې سره شپه تېرؤل پهٔ نبیﷺ واجب نهٔ دی ۔ څوک چې ېٔ خوښه وی دَ هغې وار مخکښې کؤلے اؤ دَ بلې وروستو کؤلے شی اؤ کومې ښځې نه چې ېٔ کناره کړے وی دَ هغې وار بیا واپس کؤلے شی ۔ دا اختیارات الله تعالیٰ نبی کریمﷺ ته ورکړی وو لېکن هغهٔ پهٔ خپل طبیعت ټول عمر کښې دا اختیارات استعمال کړی نهٔ دی ۔ دَ بیبیانو پهٔ معامله کښې به هغوی دَ عدل انصاف اؤ مساوات دومره خیال ساتلو چې دَ بل بنده نه ممکن نهٔ دے ۔ بیا هم کهٔ بې اختیاره به ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ یوې بی بی سره مینه زیاته وه نو فرمائیل به ئ ۔ ”اَللّٰهُمَّ هٰذَا قَسْمِی فِیْمَا اَمْلِكُ فَلَا تَلُمْنِیْ فِیْمَا تَمْلِكُ وَلَا اَمْلِكُ“۔

(اے الله دا زما تقسیم دے پهٔ هغه کارونو کښې چې زما پهٔ اختیار کښې دی نو ما مهٔ ملامته کوه پهٔ هغه څیز چې ستا پهٔ اختیار کښې دے زما پکښې هېڅ وس نشته)

شاید چې وَاللهُ یَعْلَمُ مَا فِیْ قُلُوْبِکُمْ ۔ کښې دغه بې اختیاره مینې ته اشاره وی ۔ حضرت شاه صاحب لیکی کهٔ دَ یو سړی ګڼې ښځې وی نو پهٔ هغهٔ فرض دی چې وار پهٔ وار دې هرې یوې سره یو شان وسی ۔ پهٔ رسول اللهﷺ باندې دا واجب نهٔ وو ۔ ځکه چې بیبیانې دا خپل حق ونهٔ ګڼی نو څنګه معامله چې ورسره رسول اللهﷺ پهٔ خپله خوښه کوی پهٔ هغې به راضی اؤ خوشحاله وی اؤ دا خیال به دَ یوې هم پهٔ زړهٔ کښې نهٔ راځی چې زما پهٔ حق کښې څهٔ کمے راغلو اؤ بلې ته زیات ورکړې شو ۔ کهٔ هر چا دَ خپل حق مطالبې کؤلے نو هره ورځ به هنګامه وه اؤ دَ دین پهٔ کارونو کښې به خلل راتلو اؤ بیبیانو به هم دَ دنیا دَ غم نه بې غمه اؤ دَ دین کار ته سمې وزګارې نهٔ وې ۔ رسول اللهﷺ باندې پابندی نهٔ وه لېکن هغهٔ پهٔ خپله خوښه دَ مساوات ډېر خیال ساتلو ۔ دَ ټولو بیبیانو وار مقرر وهٔ ۔ صرف پهٔ آخر کښې چې حضرت سودهؓ ډېره بوډۍ شوه نو هغې خپل وار حضرت عائشهؓ ته وبخښلو ۔

لَا یَحِلُّ لَكَ النِّسَآءُ مِنْۢ بَعْدُ وَ لَاۤ اَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ اَزْوَاجٍ وَّ لَوْ اَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ اِلَّا مَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ رَّقِیْبًا۠۝۵۲

ترجمه: حلالې نهٔ دی تا ته (نورې) ښځې دَ دې نه پس ، اؤ نهٔ دا چې دَ دوی پهٔ بدل کښې وکړې نورې ښځې اګرچې تا ته ډېر ښهٔ ښکاره شی دَ هغوی ښائست، ف۷۴ بې دَ هغه نه چې ستا دَ لاس مال دے، ف۷۵ اؤ دے الله پهٔ هر څیز نګهبان، ف۷۶

ف۷۴: یعنی دا څومره قسمونه چې پهٔ اِنَّا اَحْلَلْنَا لَكَ اَزْوَاجَكَ الخ آیتونو کښې بیان شو دا درته جائزې دی اؤ دَ دې نه علاوه نورې جائزې نهٔ دی اؤ کومې ښځې چې دې اوس پهٔ نکاح کښې دی دَ دوی بدلؤل درته جائز نهٔ دی ۔ یعنی چې تهٔ پهٔ دوی کښې څهٔ پهٔ دې غرض پرېږدې چې دَ هغې پهٔ بدل کښې نورې وکړې اؤ شمېره ېٔ هم دغه شان وساتې نو دا کار هم درته جائز نهٔ دے ۔ دَ حضرت عائشېؓ اؤ حضرت اُمِّ سلمهؓ نه روایت دے چې دا بندیز وروستو بیا دَ رسول اللهﷺ نه پورته شوے وهٔ لېکن رسول اللهﷺ دَ وفات تر وخته بیا نهٔ بله ښځه کړے ده اؤ نهٔ ېٔ پهٔ موجوده ښځو کښې څوک پریښی دی دَ وفات تر وخته ټولې دَ هغوی پهٔ نکاح کښې وې ۔

ف۷۵: دَ رسول اکرمﷺ دوه وینځې مشهورې دی ۔ یوه حضرت ماریه قبطیهؓ دَ چا نه چې دَ حضرت ځوئے ابراهیمؓ پیدا شوے وه چې بیا وړوکوالی کښې وفات شو اؤ بله حضرت ریحانهؓ وه ۔

ف۷۶: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ هر چا نظر دے چې څوک دَ دې حکمتونو پابندی کوی اؤ کهٔ نه ۔ نو دَ دې ډېر خیال ساتل پکار دی۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتَ النَّبِیِّ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْذَنَ لَكُمْ اِلٰی طَعَامٍ غَیْرَ نٰظِرِیْنَ اِنٰىهُ١ۙ وَ لٰكِنْ اِذَا دُعِیْتُمْ فَادْخُلُوْا فَاِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوْا وَ لَا مُسْتَاْنِسِیْنَ لِحَدِیْثٍ١ؕ اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ فَیَسْتَحْیٖ مِنْكُمْ١٘ وَ اللّٰهُ لَا یَسْتَحْیٖ مِنَ الْحَقِّ١ؕ وَ اِذَا سَاَلْتُمُوْهُنَّ مَتَاعًا فَسْـَٔلُوْهُنَّ مِنْ وَّرَآءِ حِجَابٍ١ؕ ذٰلِكُمْ اَطْهَرُ لِقُلُوْبِكُمْ وَ قُلُوْبِهِنَّ١ؕ وَ مَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُؤْذُوْا رَسُوْلَ اللّٰهِ وَ لَاۤ اَنْ تَنْكِحُوْۤا اَزْوَاجَهٗ مِنْۢ بَعْدِهٖۤ اَبَدًا١ؕ اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمًا۝۵۳

ترجمه: اے ایماندارو مهٔ ننوځیٔ دَ نبی کورونو ته مګر (هله) چې تاسو ته اجازت وشی دَ خوراک دپاره چې نهٔ ییٔ پهٔ انتظار کښې دَ هغې دَ پخېدو ، لېکن کله چې وبللی شیٔ نو ورننوځیٔ ف۷۷ خو چې خوراک وخوریٔ نو خپله خوارهٔ شیٔ اؤ خبرو ته مهٔ کښېنیٔ ۔ ف۷۸ پهٔ دې کښې ستاسو نبی ته تکلیف وهٔ خو هغه ستاسو نه شرمېدو ، اؤ الله شرم نهٔ کوی پهٔ هېڅ خبره ښودلو کښې ، ف۷۹ اؤ کله چې بیبیانو نه څهٔ دَ کار څیز غواړیٔ ، نو غواړیٔ ېٔ شا ته دَ پردې ، پهٔ دې کښې صفائی ده ستاسو دَ زړونو اؤ دَ هغوی دَ زړونو، ف۸۰ اؤ تاسو له نهٔ دی پکار چې تکلیف ورسویٔ رسول الله ته ، اؤ نهٔ دا چې نکاح وکړیٔ دَ هغهٔ ښځو سره دَ هغهٔ نه پس هېچرې بېشکه دا خبره دَ الله پهٔ نزد غټه ګناه ده ۔ ف۸۱

ف۷۷: یعنی تر څو چې رسول اللهﷺ ډوډیٔ ته بللی نهٔ ییٔ نو خپله مهٔ ورځیٔ اؤ چې ډوډیٔ ته مو وبلی هم دَ وخت نه مخکښې کور ته مهٔ ورځیٔ چې دَ پخلی پهٔ انتظار ناست ییٔ اؤ پهٔ کار کښې حرج اچویٔ ۔

ف۷۸: چې دَ خوراک نه فارغ شیٔ نو هم پهٔ هغه ځائې خپلو کښې ګپ مهٔ جوړویٔ ۔ خپلو خپلو کورونو ته روان شیٔ ۔ پهٔ دې بې ضرورته کښېناستو دَ کور خاوند ته تکلیف رسی خو دَ شرمه غږ نهٔ شی کؤلے ۔ دا خبرې اګرچې دَ نبیﷺ دَ کور متعلق دی ځکه چې شانِ نزول هم دَ دې متعلق وهٔ لېکن غرض ترېنه دَ معاشرت یو عام ادب ښیٔل دی ۔ یعنی بې بلنې دَ هېچا کره دَ خوراک پهٔ وخت مهٔ ورځیٔ اؤ مهٔ دَ وخت نه مخکښې یا دَ فارغ کېدو نه پس دَ دعوت پهٔ کور کښې ګپ ته کښېنیٔ ۔ پهٔ دې کور والا تنګیږی خو دَ حیا نه څهٔ وئیلی نهٔ شی ۔

ف۷۹: یعنی رسول اللهﷺ خو پهٔ خپل ځان تکلیف تېروی اؤ دَ حیا نه تاسو ته دَ تلو نهٔ وائی ۔ دا خو دَ هغهٔ حیا اؤ رواداری ده لېکن الله تاسو ته دَ ژوند صحیح طریقه اؤ دَ استوګې ادب ښئی ۔

ف۸۰: حضرت شاه صاحبؒ لیکی چې رسول اللهﷺ به کله اصحابوؓ ته دعوت ورکړو نو هغوی به دَ خوراک نه پس پهٔ هم هغه کمره کښې خبرو ته کښېناستل ۔ رسول اللهﷺ دَ آرام کؤلو هم دغه کمره وه نو هغهٔ ته به تکلیف وهٔ خو دَ حیا نه ېٔ چا ته وئیلی نهٔ شو چې بس دے اوس خوارهٔ شیٔ ۔ نو الله تعالیٰ مسلمانانو ته خبر ورکړو اؤ دَ صحیح ژوند ادب اؤ طریقه ېٔ ورته وښودله ۔ هم پهٔ دغه آیت کښې دَ پردې حکم هم نازل شو چې پردی سړی دې دَ نبیﷺ بیبیانو ته مخامخ نهٔ ورځی اؤ کهٔ څهٔ شی ته ېٔ ضرورت وی نو دَ پردې شا ته دې ترېنه غواړی ، پهٔ دې کښې دواړه طرف ته خیر دے ۔

ف۸۱: یعنی منافقان اؤ کافران هر څهٔ چې کوی اؤ وائی نو کؤلے شی ۔ لېکن یو مسلمان سره دا نهٔ ده پکار چې رسول اللهﷺ پهٔ ژوند یا دَ هغهٔ دَ وفات نه پس داسې کار یا داسې خبره وکړی چې هغې کښې رسول اللهﷺ ته دَ تکلیف رسېدو یا توهین احتمال وی ۔ خبردار چې دَ یو مسلمان نه پهٔ غفلت یا ناخبریٔ کښې هم داسې کار ونهٔ شی ګنی دنیا اؤ آخرت دواړه به ېٔ تباه شی ۔ پهٔ تکلیف دِه خبرو کښې دَ ټولو نه غټه خبره اؤ غټه ګناه دا ده چې څوک دَ رسول اللهﷺ دَ وفات نه پس دَ هغهٔ دَ بیبیانو سره دَ نکاح خیال وکړی ۔ ځکه چې دَ رسول اکرمﷺ سره تعلق پهٔ وجه پاکې بیبیانې دَ ټول اُمت روحانی میاندې دی اؤ پهٔ هر مسلمان دَ هغوی انتهائی قدر عزت اؤ احترام واجب دے اؤ دَ نکاح نه پس ېٔ بیا هېڅوک هم پوره احترام نهٔ شی کؤلے بل دا چې دَ وادهٔ دَ جنجال نه پس بیا هغوی دَ دین دَ اشاعت اؤ تبلیغ هغه غټه ذمه واری هرګز نهٔ شی پوره کؤلے دَ کومې دپاره چې دوی الله تعالیٰ دَ نبیﷺ دَ ملګرتیا دپاره غوره کړی دی اؤ دَ ټولو نه غټه خبره دا چې کومو بیبیانو چې دَ ټوو بنیادمو سردار اؤ ختم المرسلین سره وخت تېر کړے وی هغه دَ بل بنده سره هېچرې آرام اؤ سکون نهٔ شی موندې ۔ هغه خُلقِ عظیم بل ځائې چرته دے؟ خاص کر بیا چې دا یقینی ده چې دا هغه منتخبې بندیانې دی چا ته چې دَ دنیا خوشحالیٔ اؤ آخرت دواړو کښې دَ یوې لارې خوښؤلو اختیار ورکړې شوے وهٔ اؤ هغوی آخرت ته پهٔ دنیا ترجیح ورکړه ۔ دَ رسولﷺ رضا اؤ دَ آخرت نعمتونه ېٔ واخستل اؤ دنیا ېٔ پرېښوه ، اؤ دَ تاریخ نه ثابته ده چې دغه نیکو بیبیانو دَ رسول اللهﷺ دَ وفات نه پس هم خپل ژوند دَ اسلام دَ تبلیغ اؤ دَ نبوت دَ علومو خورؤلو دپاره وقف کړے وهٔ ۔ اؤ هېچرې ېٔ دَ دنیا دَ عیش و آرام خیال پهٔ زړهٔ کښې نهٔ وهٔ راغلے اؤ څنګه به راغلے وې چې الله تعالیٰ خپله دَ هغوی دَ تطهیر اؤ تزکیے ذمه واری اخستې وه ۔ یُرِیْدُ اللهُ لِیُذْهِبَ عَنْکُمُ الرِّجْسَ اَهْلَ الْبَیْتِ وَ یُطَهِّرَکُمْ تَطْهِیْرًا۝

مولانا محمّد قاسم نانوتویؒ پهٔ خپل کتاب آبِ حیات کښې دَ دې مسئلې پوره وضاحت کړے دے ۔

اِنْ تُبْدُوْا شَیْـًٔا اَوْ تُخْفُوْهُ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا۝۵۴

ترجمه: کهٔ تاسو څرګند کړیٔ یو شے اؤ کهٔ پټ ېٔ کړیٔ خو الله پهٔ هر کار ښهٔ خبر دے ۔ ف۸۲

ف۸۲: یعنی یواځې پهٔ خلهٔ نهٔ چې پهٔ زړهٔ کښې مو هم داسې خیال را نهٔ شی ځکه چې الله ته پټ اؤ څرګند یو برابر دی ۔ هېڅ شے ترېنه پټ نهٔ دے ۔ دَ زړونو پهٔ حال ښهٔ خبر دے ۔

لَا جُنَاحَ عَلَیْهِنَّ فِیْۤ اٰبَآىِٕهِنَّ وَ لَاۤ اَبْنَآىِٕهِنَّ وَ لَاۤ اِخْوَانِهِنَّ وَ لَاۤ اَبْنَآءِ اِخْوَانِهِنَّ وَ لَاۤ اَبْنَآءِ اَخَوٰتِهِنَّ وَ لَا نِسَآىِٕهِنَّ وَ لَا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُنَّ١ۚ وَ اتَّقِیْنَ اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا۝۵۵

ترجمه: څهٔ ګناه نشته پهٔ دې ښځو پهٔ (بې پردې) مخامخ کېدو خپلو پلارانو سره اؤ نهٔ خپلو ځامنو سره اؤ نهٔ خپلو وروڼو سره اؤ نهٔ خپلو وریرونو سره اؤ نهٔ خپلو خوریونو سره اؤ نهٔ خپلو ښځو سره اؤ نهٔ دَ خپل لاس مال سره ، ف۸۳ اؤ (اے ښځو) ویرېږیٔ دَ الله نه بېشکه الله ته مخامخ دے هر څیز ، ف۸۴

ف۸۳: مخکښینی آیات کښې سړی پاکو بیبیانو سره دَ مخامخ کېدو نه منع شوی وو ۔ دلته ښودلې شی چې خپلوانو سړیو سره مخامخ کېدل منع نهٔ دی ۔ پهٔ دې کښې چې دَ عامو پرده دارو ښځو دپاره کوم حکم پهٔ سورتِ نور کښې تېر شوے دے هغه دَ پاکو بیبیانو دپاره هم دے ۔ دَ ” اَوْ نِسَآئِهِنَّ اَوْ مَا مَلَکَتْ اَیْمَانُهُنَّ“ متعلق تفسیر پهٔ سورتِ نور کښې وګوریٔ ۔

ف۸۴: یعنی دَ پړدې دَ احکامو پهٔ څرګنده اؤ پټ هر قخت پوره پوره خیال ساتیٔ دَ الله نه هېڅ پټ نهٔ دی ۔

اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَی النَّبِیِّ١ؕ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا۝۵۶

ترجمه: بېشکه الله اؤ دَ هغهٔ فرښتې رحمت استوی پهٔ رسول باندې ، اے ایماندارو! (تاسو هم) رحمت واستویٔ پهٔ دهٔ اؤ سلام واییٔ پهٔ سلام وئیلو، ف۸۵

ف۸۵: دَ صلوٰة النبیﷺ مطلب دے دَ نبی ثنا اؤ تعظیم اؤ دَ هغهٔ سره مهربانی کؤل ۔ بیا دَ صلوٰة نسبت چې چا ته وشی نو دَ هغهٔ دَ شان اؤ مرتبې لائق ثنا اؤ تعظیم مراد وی لکه څنګه چې وئیلی شی پلار پهٔ ځوی ، ځوئے پهٔ پلار اؤ ورور پهٔ ورور مهربانه دے ۔ ظاهره ده چې کومه مینه اؤ رحم چې دَ پلار پهٔ ځوی وی، دَ ځوی پهٔ پلار هغه شان نهٔ شته ۔ اؤ دَ ورور مینه اؤ رحم هم دَ دې دواړو نه جُدا دے لېکن لفظ ورته یو استعمالیږی ۔

دغه شان پهٔ صلوٰة کښې هم وګڼه ۔ الله تعالیٰ پهٔ نبی کریمﷺ صلوٰة وائی یعنی پهٔ رحمت اؤ شفقت سره دَ رسول اللهﷺ قدر اؤ عزت زیاتوی اؤ فرښتې هم پهٔ رسول اللهﷺ صلوٰة وائی ۔ لېکن دَ هر یو دَ رحمت اؤ عزت شان جُدا جُدا دے مؤمنانو ته هم حکم دے چې پهٔ خپل رسولﷺ صلوٰة وائی ۔ دَ دې حیثیت دَ مخکښې دواړو نه جدا دے ۔ عالمان وائی چې دَ الله صلوٰة رحمت اؤ شفقت دے اؤ دَ فرښتو استغفار اؤ دَ مؤمنانو دعا ده ۔ حدیث شریف دے کوم وخت چې دا آیت نازل شو نو اصحابو رسول اللهﷺ ته خواست وکړو چې اے دَ الله رسولﷺ دَ سلام چل خو مونږ ته معلوم دے نمانځهٔ کښې دَ تشهد نه پس وایو اَلسَّلَامُ عَلَیْكَ اَیُّهَا النَّبِیُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَکَاتُهٗ نو دَ صلوٰة چل راته هم وښیه چې پهٔ نمانځهٔ کښې ېٔ وایو ۔ رسول اللهﷺ ورته دا درود شریف وښیٔلو کوم چې نمانځهٔ کښې وئیلے شی ۔ اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰۤی اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّیْتَ عَلٰۤی اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلٰۤی اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ ۔ اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰۤی اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَكۡتَ عَلٰی اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلٰی اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ ۔ غرض دا چې الله تعالیٰ مؤمنانو ته حکم وکړو چې پهٔ رسول اللهﷺ درود واییٔ اؤ رسول اللهﷺ ورته وښیٔلو چې ستاسو صلوٰة وئیل دا دی چې دَ الله نه دَ رحمت خواست وکړیٔ چې هغه خپل رحمت ډېر ډېر تر ابده پورې پهٔ خپل حبیب نازل کړی دَ الله دَ رحمت څهٔ انتها نشته ۔ دا هم پهٔ مؤمنانو دَ الله یو لوئے رحمت دے چې زمونږ پهٔ خواست باندې چې پهٔ حبیب کوم رحمتونه نازلوی دَ هغې نسبت ېٔ مونږ ته وکړو لکه چې مونږ ور استؤلی دی حالانکې رحمت کؤنکے هغه دے ۔ دَ بنده څهٔ طاقت اؤ څهٔ اختیار دے چې دَ سیّد الانبیاء پهٔ دربار کښې به دَ هغهٔ دَ شان مناسب تحفه پیش کړې شی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ الله تعالیٰ نه پهٔ خپل حبیب دَ رحمت نازلؤلو سوال کؤل دَ بنده دپاره ډېر دَ خیر و برکت اؤ اجر و ثواب کار دے ۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل حبیب اؤ دَ هغهٔ پهٔ کورنۍ دَ هغوی دَ شان مناسب رحمتونه را واستوی اؤ ورسره پهٔ یو ځل سوال پهٔ دغه بنده هم لس ځله رحمت را استوی نو اوس دَ هر چا خپله خوښه ده چې پهٔ رسول اللهﷺ څومره صلوٰة وائی اؤ ځان ته څومره رحمتونه ګټی ۔ پهٔ رسول اللهﷺ دَ درود وئیلو فضیلت پهٔ دې لږ ځائې کښې پهٔ تفصیل سره نهٔ شی بیانېدے ۔ دې دپاره دَ احادیثو دَ کتابونو غټې غټې شرحې کتل پکار دی ۔ پهٔ دې باره کښې دَ شیخ شمس الدین سخاوی کتاب القول البدیع فی الصّلوٰة علی الحبیب الشفیع دَ کتو قابل کتاب دے۔

علامه عثمانی فرمائی ما پهٔ فتح الملهم شرح صحیح مسلم کښې دَ دې کافی تفصیل کړے دے چې دَ کتو قابل دے۔

اِنَّ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ وَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِیْنًا۝۵۷

ترجمه: بېشکه څوک چې تکلیف رسوی الله ته اؤ دَ هغهٔ رسول ته ، هغوی پهٔ لعنت کړل الله پهٔ دنیا کښې اؤ پهٔ آخرت کښې اؤ تیار کړے ېٔ دے ورته دَ ذلّت عذاب ، ف۸۶

ف۸۶: پورته آیتونو کښې مسلمانانو ته حکم شوے وهٔ چې رسول اللهﷺ ته تکلیف ورکؤلو نه ځان ساتیٔ اؤ ډېر قدر عزت ېٔ کویٔ ۔ چې دَ هغې یوه طریقه دا ده چې ډېر ډېر درود ورباندې واییٔ ۔ اوس دا ښیٔ چې رسول اللهﷺ ته تکلیف رسوونکی پهٔ لعنت کیږی اؤ دنیا اؤ آخرت ېٔ دواړه تباه کیږی ۔ الله ته تکلیف رسؤل دا دی چې دَ هغهٔ رسولﷺ ته یا (نیکو بندیانو) ته تکلیف ورکړې شی یا دا چې دَ الله پهٔ شان کښې څهٔ ګستاخی وکړی۔ (نعوذ بالله)۔

وَ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ بِغَیْرِ مَا اكْتَسَبُوْا فَقَدِ احْتَمَلُوْا بُهْتَانًا وَّ اِثْمًا مُّبِیْنًا۠۝۵۸

ترجمه: اؤ څوک چې تهمت لګوی پهٔ ایماندارو سړیو اؤ ایماندارو ښځو بې دَ څهٔ ګناه نه ، نو دوی پورته کړو پیټے دَ دروغو اؤ دَ څرګندې ګناه، ف۸۷

ف۸۷: دا منافقان وو چې پهٔ رسول اللهﷺ پسې به ېٔ پهٔ شا خبرې کؤلے اؤ پهٔ پاکو بیبیانو به ېٔ دَ دروغو تهمتونه لګؤل لکه پهٔ سورتِ نور کښې چې تېر شوی دی ۔

مخکښې دَ هغوی دَ ځنو تکلیفونو نه دَ بچ کېدو طریقه ښودلے شوے ده چې مسلمانانې ښځې به ېٔ تنګؤلے ۔ پهٔ روایاتو کښې راځی چې مسلمانانې ښځې به څهٔ ضرورت دپاره بهر ته را ووتې نو منافقانو به چېړلے، تنګؤلے به ئ اؤ چې چا به ورته څهٔ ووې نو دا بهانه به ېٔ جوړه کړه چې مونږ پېژندلے نهٔ وې چې دا شریفې ښځې دی مونږ خو وې کهٔ څوک وینځې خدمتګارې دی ځکه مو تنګؤلے ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّاَزْوَاجِكَ وَ بَنٰتِكَ وَ نِسَآءِ الْمُؤْمِنِیْنَ یُدْنِیْنَ عَلَیْهِنَّ مِنْ جَلَابِیْبِهِنَّ١ؕ ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ یُّعْرَفْنَ فَلَا یُؤْذَیْنَ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۝۵۹

ترجمه: اے نبی! ووایه خپلو ښځو ته اؤ خپلو لوڼو ته اؤ دَ مسلمانانو ښځو ته چې ښکته را خوروی پهٔ ځان څهٔ دَ خپلو پړونیو نه ، ف۸۸ پهٔ دې خبره قریب ده چې وپېژندې شی ، نو څوک به ېٔ نهٔ تنګوی، اؤ دے الله بخښونکے مهربانه ۔ ف۸۹

ف۸۸: یعنی بدن چې پهٔ پړونی کښې پټویٔ نو دَ پړونی څهٔ حصه پهٔ مخ هم را اچویٔ ۔ روایت دے چې دَ دې آیت نه پس به مسلمانانې ښځې بهر وتې نو ځان به ېٔ څادرو کښې داسې رانغښتې وهٔ چې مخ به ېٔ ټول پټ وهٔ صرف یوه سترګه به ېٔ لار کتو دپاره څرګنده پریٔښې وه ۔ دَ دې نه دا ثابته شوه چې دَ فتنې خطره وی نو ښځو ته مخ پټ ساتل ضروری دی ۔ البته خدمتګارو ته دَ ګرځېدو ډېر ضرورت وی نو هغوی کهٔ مخ نهٔ پټوی خیر دے ۔

ف۸۹: یعنی پته به لګی چې دا خاندانی اؤ سترمنه ښځه ده نو څوک به ورسره چېړچاړ نهٔ کوی ۔ بهتری پهٔ دې کښې ده چې دَ ستر ډېر کوشش وکړی بیا هم کهٔ پهٔ بې خیالیٔ کښې یا دَ څهٔ مجبوریٔ نه کمے راشی نو دَ الله نه دې بخشش طمع کوی ۔ الله غفور الرّحیم دے ۔

تنبیه: دا خو دَ ضرر نه بچ کېدو دپاره یو چل وښودلے شو چې دَ خاندانی ښځو مخ پټ وی اؤ دَ خدمتګارو څرګند وی نو بیا به څوک بهانه نهٔ شی کؤلے چې مونږ خبر نهٔ وو ۔ مخکښې دَ چېړچاړ پهٔ نسبت سخته دهمکی وه چې بیبیانې وی کهٔ خدمتګارې کهٔ چا مسلمانې ښځې ته پهٔ بد نظر وکتل نو خیر ېٔ نشته ۔

لَىِٕنْ لَّمْ یَنْتَهِ الْمُنٰفِقُوْنَ وَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّ الْمُرْجِفُوْنَ فِی الْمَدِیْنَةِ لَنُغْرِیَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا یُجَاوِرُوْنَكَ فِیْهَاۤ اِلَّا قَلِیْلًا٤ۖۛۚ۝۶۰

ترجمه: البته کهٔ نهٔ منع کیږی منافقان اؤ هغه کسان چې پهٔ زړونو کښې ېٔ مرض دے، ف۹۰ اؤ پهٔ مدینه کښې دَ دروغو خبرونه خورؤنکی ۔ ف۹۱ نو مونږ به تا پهٔ دوی پسې کړو ، بیا به دوی پاتی نهٔ شی تا سره پهٔ مدینه کښې مګر لږې ورځې ۔

ف۹۰: یعنی دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ شهوت پرستیٔ اؤ بدنظریٔ بیماری ده ۔

ف۹۱: دا غالبًا یهود دی چې دَ دروغو خبرونه به ېٔ مشهورؤل اؤ دَ مسلمانانو خلاف به ېٔ پراپېګنډه کؤله اؤ ممکنه ده چې منافقان ترې مراد وی ۔ (دوی هم دَ یهودو نه کم نهٔ وو)۔

مَّلْعُوْنِیْنَ١ۛۚ اَیْنَمَا ثُقِفُوْۤا اُخِذُوْا وَ قُتِّلُوْا تَقْتِیْلًا۝۶۱

ترجمه: پهٔ لعنت شو ، کوم ځائې چې ولیدې شو ، ونیوې شو اؤ پهٔ مرګ ووژلی شو ، ف۹۲

ف۹۲: یعنی کهٔ دَ خپلو ناکاره حرکتونو نه اوړی نه نو مونږ به تا ورباندې مسلط کړو چې دَ مدینې نه ېٔ خارج کړې ۔ اؤ څومره ورځې چې دلته وسی کمزوری اؤ پهٔ ذلّت اؤ خواریٔ به وسی ۔ شاید چې منافقانو دَ دې زورنې نه پس خپل عمل سم کړو اؤ یهود لږې ورځې پس دَ مدینې منورې نه خارج کړی شو ۔

سُنَّةَ اللّٰهِ فِی الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ١ۚ وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا۝۶۲

ترجمه: دا دستور دے دَ الله ، دَ هغه خلقو پهٔ حق کښې چې تېر شوی دی ، اؤ نهٔ به مومې تهٔ دَ الله پهٔ دستور کښې څهٔ بدلون، ف۹۳

ف۹۳: یعنی دَ الله تعالیٰ عادت دا دے چې چا دَ پېغمبرانو پهٔ مقابله کښې شرارت کړے دے اؤ فتنه فساد ېٔ خور کړے دے ، هغه الله تعالیٰ ذلیله کړی اؤ تباه کړی دی یا ېٔ دا مطلب دے چې پهٔ مخکښینیو آسمانی کتابونو کښې هم دَ شریرانو دغه شان دَ کلی نه خارج کؤلو حکم شوے وهٔ ۔ دا خبره حضرت شاه صاحب دَ توریٰت پهٔ حواله لیکلے ده ۔

یَسْـَٔلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ١ؕ قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ وَ مَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُوْنُ قَرِیْبًا۝۶۳

ترجمه: خلق ستا نه تپوس کوی دَ قیامت ، تهٔ ورته ووایه دَ هغې خبر خو یو الله سره دے اؤ تهٔ څهٔ خبر ئ شاید چې هغه ساعت نژدے وی ۔ ف۹۴

ف۹۴: دَ قیامت دَ ورځې صحیح نېټه الله تعالیٰ چا ته نهٔ ده ښیٔلې خو دلته ېٔ دومره وفرمائیل چې هغه وخت اوس نژدے دے ۔ حدیث شریف دے چې رسول اللهﷺ خپله دَ شهادت ګوته اؤ مینځه ګوته را پورته کړې چې زهٔ اؤ قیامت سره داسې یو ۔ یعنی مینځه ګوته چې دَ شهادتې نه لږه وږده ده دغه شان زهٔ هم دَ قیامت نه لږ مخکښې راغلے یم ، بس اوس قیامت نژدے دے ۔ شاه صاحب لیکلی دی ۔ شاید چې دا هم منافقانو یوه حربه نیولې وه چې دَ کومې خبرې ځواب هېچا ته نهٔ دے معلوم هم دَ هغې به ېٔ بیا بیا دَ رسول اللهﷺ نه تپوس کؤلو اؤ شاید چې مخکښې آیت کښې چې کوم دَ لعنت اؤ عذاب ذکر راغلے دے پهٔ هغې پورې منافقانو خندا کړی وی چې آخر دا عذاب به وی کله څهٔ وخت خو ېٔ راته وښیه؟ دَ هغې ځواب دے دا آیت ۔

اِنَّ اللّٰهَ لَعَنَ الْكٰفِرِیْنَ وَ اَعَدَّ لَهُمْ سَعِیْرًاۙ۝۶۴

ترجمه: بېشکه الله پهٔ لعنت کړی دی کافران اؤ تیار ېٔ ساتلے دے ورته بل اور ۔ ف۹۵

ف۹۵: هم دَ دغې لعنت اثر دے چې دا بې سره تپوسونه کوی اؤ دَ انجام فکر ورسره نشته ۔

خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا١ۚ لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّ لَا نَصِیْرًاۚ۝۶۵

ترجمه: همېشه به پکښې وسی ، نهٔ به بیا مومی څوک ملګرے اؤ نهٔ څوک مددګار ،

یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ یَقُوْلُوْنَ یٰلَیْتَنَاۤ اَطَعْنَا اللّٰهَ وَ اَطَعْنَا الرَّسُوْلَا۝۶۶

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به پړمخ وغورزؤلی شی پهٔ اور کښې ف۹۶ وائی به ارمان دے، کهٔ مونږ خبره منلې وې دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ۔ ف۹۷

ف۹۶: یعنی پړمخې به ور وغورزؤلې شی اؤ مخونه به ېٔ پهٔ اور کښې اړؤلې را اړؤلې شی (لکه څوک چې غوښه وریتوی)

ف۹۷: پهٔ دغه وخت به ارمانونه کوی چې افسوس دے کهٔ مونږ پهٔ دنیا کښې دَ الله اؤ رسولﷺ خبره منلې وې نو ولې به پهٔ داسې بده ورځ کېدو ۔

وَ قَالُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّاۤ اَطَعْنَا سَادَتَنَا وَ كُبَرَآءَنَا فَاَضَلُّوْنَا السَّبِیْلَا۝۶۷

ترجمه: اؤ وبه وائی اے ربه مونږ ومنله دَ خپلو سردارانو اؤ مشرانو نو مونږ ېٔ خطا کړو دَ لارې نه ،

رَبَّنَاۤ اٰتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَ الْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِیْرًا۠۝۶۸

ترجمه: اے ربه ، ورکړه دوی ته دوچنده عذاب اؤ پهٔ لعنت کړه پهٔ غټ لعنت ، ف۹۸

ف۹۸: دا خبره به دوی دَ ډېره قهره کوی چې دَ دې مشرانو اؤ سردارانو پهٔ وجه مونږ تباه شو ، دوی پهٔ دې غلطه لار روان کړی وو ۔ کهٔ مونږ ته سزا راکؤلے شی نو دوی ته زمونږ نه دوچند سزا پکار ده ۔ اؤ کهٔ مونږ پهٔ لعنت کیږو نو پهٔ دوی زمونږ نه غټ لعنت پکار دے ۔ پهٔ دې طریقه به دوی خپله خوا یخوی ۔ پهٔ سورتِ اعراف کښې هم دغه شان یو آیت تېر شوے دے ، هلته دَ کفارو دَ دې وینا ځواب هم ورکړې شوے دے ، هغه وګوریٔ ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اٰذَوْا مُوْسٰی فَبَرَّاَهُ اللّٰهُ مِمَّا قَالُوْا١ؕ وَ كَانَ عِنْدَ اللّٰهِ وَجِیْهًاؕ۝۶۹

ترجمه: اے ایماندارو! تاسو مهٔ کېږیٔ دَ هغه کسانو پهٔ شان چا چې تنګ کړے وهٔ موسٰی ، بیا پاک ښکاره کړو هغه الله دَ دوی دَ خبرو نه ، اؤ هغه وهٔ دَ الله سره مخوریز ۔ ف۹۹

ف۹۹: یعنی یهودیانو خو خپل پېغمبر ته تکلیف رسؤلے وهٔ ۔ تاسو داسې څهٔ کار یا داسې خبره مهٔ کویٔ چې رسول اللهﷺ ته پرې تکلیف ورسی اؤ دَ ستاسو عاقبت خراب شی ۔ پهٔ روایاتو کښې راځی چې ځنو شریرانو پهٔ موسٰیؑ تهمت لګؤلے وهٔ چې دهٔ خپل ورور هارونؑ چرته لرې ځنګل کښې قتل کړے دے ۔ نو الله تعالیٰ پهٔ یوه ډېره ناشنا طریقه اؤ دَ معجزې پهٔ طور دَ موسٰیؑ صفائی ښکاره کړه اؤ دَ دې داغ ېٔ ترې لرې کړو ۔ یو صحیح حدیث دے چې موسٰیؑ به دَ حیا پهٔ وجه چرته ځان ته پټ لامبل ، دَ هغه زمانې دَ عامو خلقو پهٔ شان به ېٔ دَ خلقو پهٔ مخکښې ښکاره نهٔ لامبل ۔ نو ځنو شریرانو به وې چې (نعوذ بالله) دَ موسٰیؑ پهٔ بدن کښې څهٔ عیب دے ځکه پټ لانبی ۔ چا به وې پهٔ بدن ېٔ دَ برص مرض داغونه دی ، هغه دَ خلقو نه پټوی اؤ چا به وې یوه اګۍ ېٔ پړڅېدلے ده ۔ یوه ورځ موسٰیؑ یو ځان ته ځائې کښې پهٔ چینه کښې لمبلو دپاره جامې ووېستې پهٔ یوه ګټه ېٔ کښېښوې ۔ دَ الله پهٔ قدرت هغه کاڼی دَ جامو سره منډه کړه ۔ کاڼې مخکښې اؤ موسٰیؑ ورپسې ۔ کاڼې داسې ځائې ودرېدو چې هلته ګڼ خلق وو ۔ ټول موسٰیؑ بربنډ ولیدو اؤ یقین ېٔ وشو چې پهٔ بدن باندې ېٔ هېڅ داغ یا بل څهٔ عیب نشته ۔

ځنو مفسرانو لیکلی دی چې قارون ظالم یوه بدکاره ښځه لمسؤلے وه چې پهٔ ګڼه کښې کوم ځائې چې موسٰیؑ وعظ ته ولاړ وی تهٔ دَ خلقو پهٔ مخکښې اعلان وکړه چې موسٰیؑ زما سره بدکاری کړے ده ۔ نو الله تعالیٰ قارون سره دَ خزانو پهٔ زمکه ننویستو اؤ هغې ښځې بیا خپله اقرار وکړو چې ما دَ قارون پهٔ لمسه دا دروغ وئیلی وو ۔ پهٔ دې طریقه الله تعالیٰ دَ موسٰیؑ صفائی وکړه لکه پهٔ سورتِ قصص کښې چې تېر شوی دی۔

تنبیه: دَ موسٰیؑ پهٔ کاڼی پسې بربنډ منډه وهل مجبوری وه اؤ بل هغهٔ ته دا پته هم نه وه چې کاڼې به دَ ګڼې ځائې ته ځی ۔ اؤ دَ کاڼی منډه وهل یو خلافِ عادت کار (معجزه) وه ۔

علامه عثمانی فرمائی ، پهٔ داسې خلافِ عادت کارونو ما یو مستقل مضمون لیکلے دے کهٔ هغه مو وکتو نو پهٔ داسې قسم جزئیاتو باندې پوهېدو کښې به درته څهٔ اشکال نهٔ وی ۔ بهرحال دَ دې واقعې نه معلومیږی چې الله تعالیٰ دَ خپلو پېغمبرانو دَ جسمانی اؤ روحانی عیبونو نه پاک ساتلو څومره خیال ساتی چې داسې کسان دَ چا دَ نظره کم را نهٔ شی اؤ دَ هغوی پهٔ خبره منلو کښې ورته څهٔ شرم اؤ رکاوټ نهٔ وی ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ قُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًاۙ۝۷۰

ترجمه: اے ایماندارو ویرېږیٔ دَ الله نه اؤ کویٔ سمې خبرې ،

یُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَ یَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ١ؕ وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِیْمًا۝۷۱

ترجمه: چې سم کړی الله تاسو ته ستاسو کارونه اؤ وبخښی درته ستاسو ګناهونه ، اؤ چا چې اطاعت وکړو دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ، نو هغهٔ حاصل کړو غټ مراد ، ف۱۰۰

ف۱۰۰: یعنی څوک چې دَ الله نه ویره کوی هغهٔ ته دَ نیک عمل توفیق ورکؤلے شی اؤ ګناهونه ورته معاف کیږی ۔ پهٔ اصل کښې دَ الله اؤ رسول اللهﷺ اطاعت اؤ فرمانبرداری اصل کامیابی ده چا چې دا لار غوره کړه هغه کامیاب شو ۔

اِنَّا عَرَضْنَا الْاَمَانَةَ عَلَی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ الْجِبَالِ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَ اَشْفَقْنَ مِنْهَا وَ حَمَلَهَا الْاِنْسَانُ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ ظَلُوْمًا جَهُوْلًاۙ۝۷۲

ترجمه: مونږ پیش کړو امانت پهٔ آسمانونو اؤ زمکه اؤ غرونو ، نو هېچا قبول نهٔ کړو دا چې پورته ېٔ کړی اؤ ترېنه وویرېدل ، اؤ پورته کړو (دا پیټے) بنیادم، بېشکه دا بنیادم ډېر بې ویرې اؤ ډېر ناپوهه دے ، ف۱۰۱

ف۱۰۱: یعنی کوم پېټے چې زمکې ، آسمانونو اؤ غرونو نهٔ شو پورته کؤلے ، دې کم عقل ېٔ دَ پورته کؤلو ذمه واری واخسته ۔ شاه صاحب لیکلی دی ۔ دې کم عقل پهٔ ځان ترس ونهٔ کړو ۔ دا غټه ذمه واری ېٔ قبوله کړه ۔ امانت څهٔ شے دے؟ پردے مال دَ خپل خواهش مطابق دَ ځان سره محفوظ کؤل ۔ دَ زمکې اؤ آسمانونو خپل خواهش څهٔ شته نه اؤ کهٔ دے نو هم دغه پهٔ کوم چې ولاړ دی۔ دَ انسان خپل خواهش بل څهٔ دے اؤ دَ الله حکم دَ هغې خلاف دے ۔ نو دَ خپل خواهش نه خلافِ حکم حفاظت کؤل ډېر ګران کار دے ۔ دَ دې انجام دا دے چې منکران پهٔ خپله ګناه نیوې شی اؤ تابعدارو ته ګناهونه معاف کیږی ۔ هسې هم دَ شریعت دا حکم دے چې کهٔ یو سړی امانت پهٔ قصد ضائع کړو نو دَ هغې تاوان به ورکوی اؤ کهٔ دَ چا نه پهٔ مجبوریٔ یا بې اختیاره ضائع شو نو تاوان پرې نشته ۔ اصل خبره دا ده چې الله تعالیٰ خپل یو خاص امانت دَ خپل مخلوق پهٔ یو خاص قسم کښې کښېښؤل غښتل چې کهٔ څوک غواړی نو پهٔ خپل محنت اؤ کوشش به دا امانت محفوظ وساتی اؤ ترقی به ورکړی ۔ چې پهٔ دې سلسله کښې دَ الله تعالیٰ دَ مختلفو صفاتو ظهور وشی ۔ مثلًا چې څوک ېٔ حفاظت وکړی اؤ ترقی ورکړی هغهٔ ته بې حسابه نعمتونه اؤ قدر عزت ورکړی ۔ اؤ چې څوک پکښې څهٔ غفلت وکړی اؤ دا امانت ترېنه ضائع شی هغهٔ ته سزا ورکړی اؤ کهٔ دَ چا نه بې اختیاره ضائع شی چې هغهٔ ته معافی وکړی ۔ علامه عثمانی فرمائی ۔ زما پهٔ خیال دا امانت دَ ایمان اؤ هدایت تخم دے چې الله تعالیٰ دَ هر بنیادم پهٔ زړهٔ کښې فطری طور اچؤلے دے کوم ته چې (ما به التکلیف) هم وئیلی شو ۔ څوک چې دَ دې تخم حفاظت اؤ پرورش وکړی دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ ایمان بوټے ترو تازه اؤ بارداره شی ۔ ګویا دَ بنیادم زړهٔ یو پټے دے چې دَ ایمان تخم پکښې کرلې شوے دے اؤ پهٔ خپل فضل ورباندې دَ وحې پهٔ ذریعه دَ خپل رحمت باران وروی ۔ دَ بنیادم فرض دی چې دَ دغه تخم پوره حفاظت اؤ پرورش وکړی اؤ خپل پوره کوشش وکړی چې دَ دغه تخم نه دَ ایمان بوټے زرغون ، تروتازه اؤ بارداره شی ۔ هسې نه چې دَ غفلت پهٔ وجه چرته دا تخم وچ شی اؤ مېوه څهٔ چې بوټے ېٔ هم زرغون نهٔ شی ۔ هم دې ته دَ حدیفهؓ پهٔ دې حدیث کښې اشاره ده ۔ اِنَّ الْاَمَنَةَ نَزَلَتْ مِنَ السَّمَاءِ فِیْ جَذْرِ قُلُوْبِ الرِّجَالِ ثُمَّ عَلِمُوْا مِنَ الْقُرْاٰنِ ۔ (الحدیث)

دا امانت هم دغه دَ هدایت تخم دے چې الله تعالیٰ دَ بنیادمو پهٔ زړونو کښې اچؤلے دے اؤ بیا ېٔ ورباندې دَ وحې باران کړے دے نو چا چې دَ قرآن اؤ سنت دَ علومو نه فائده واخسته اؤ دَ دغه تخم پرورش ېٔ وکړو نو پهٔ ښهٔ شان به زرغون شی ۔ غټه ونه به شی اؤ مېوه به ترې وخوری اؤ چا چې غفلت وکړو اؤ دَ قرآن اؤ سنت دَ علومو نه ېٔ فائده وانهٔ خسته نو دغه تخم به وچ اؤ برباد شی اؤ سراسر به تاوانی شی ۔ دغه امانت وهٔ چې الله تعالیٰ زمکې ، آسمانونو اؤ غرونو ته پیش کړے وهٔ خو دَ هغوی دومره استعداد نهٔ وهٔ چې دا دروند پېټے ېٔ پورته کړے وې نو دَ حال یا قال پهٔ ژبه به ېٔ معافی وغښته چې زمونږ نه دا پېټے نهٔ شی پورته کېدے ۔ دراصل دا استعداد الله تعالیٰ یو بنیادم کښې یٔښې دے چې پهٔ خپل محنت اؤ کوشش څهٔ شی ته ترقی ورکؤلے شی نو دَ دې امانت حقدار هم انسان وهٔ ۔

ظَلُوْم اؤ جَهُوْل دَ ظالم اؤ جاهل مبالغه ده ۔ ظالم اؤ جاهل هغه چا ته وئیلی شی چې فی الحال خو ورسره علم اؤ عدل نهٔ وی لېکن دَ علم اؤ عدل استعداد اؤ صلاحیت لری ۔ نو کوم مخلوق چې دَ پیدائش نه پهٔ علم اؤ عدل موصوف دے اؤ دا دواړه صفتونه ترېنه هېچرې جدا کېدے نهٔ شی لکه فرښتې ، یا پهٔ کوم مخلوق کښې چې دَ دې دواړو صفتونو دَ حاصلؤلو هډو استعداد نشته لکه کاڼی بوټی ، زمکه اؤ آسمانونه ۔ نو ظاهره ده چې دا دواړه قسمه مخلوق دَ امانتِ الٰهی دَ حفاظت استعداد نهٔ لری ۔ البته دَ انسان نه علاوه پیریان یو داسې مخلوق دے چې څهٔ قدرې صلاحیت لری ځکه ورته دَ عبادت حکم شوے دے ۔ پهٔ ”وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنَ“ کښې دواړه یو حکم کښې جمع شوی دی ۔ لېکن پهٔ هغوی کښې دا استعداد دومره کمزورے دے چې پهٔ داسې موقع دَ ذکر قابل نهٔ وهٔ ۔ ځکه دلته یو بنیادم ذکر شو ۔ پېریان دَ بنیادم تابع شو ۔ والله اعلم ۔

لِّیُعَذِّبَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ الْمُنٰفِقٰتِ وَ الْمُشْرِكِیْنَ وَ الْمُشْرِكٰتِ وَ یَتُوْبَ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۠۝۷۳

ترجمه: چې عذاب ورکړی الله منافقانو سړیو اؤ منافقانو ښځو ته اؤ مشرکانو سړیو ته اؤ مشرکانو ښځو ته ، اؤ معاف کړی الله ایماندار سړی اؤ ایماندارې ښځې اؤ دے الله ډېر بخښونکے مهربانه ، ف۱۰۲

ف۱۰۲: علامه عثمانیؒ فرمائی ۔ دلته کهٔ ”وَ یَتُوْبُ اللهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ“ کښې دَ ”یَتُوْبُ“ معنٰی دَ معاف کؤلو پهٔ ځائې رحم کؤل اؤ مهربانی کؤل وشی نو ښهٔ به وی لکه ”لَقَدْ تَّابَ اللهُ عَلَی النَّبِیِّ وَ الْمُهَاجِرِیْنَ“ کښې چې پهٔ دغه معنٰی راغلے دے ۔ دا خو دَ کاملو مؤمنانو حال شو ۔ ورپسې دَ چا نه چې څهٔ کمے شوے دے دَ هغوی حال دے ۔ ”وَ کَانَ اللهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا“۔ چې الله تعالیٰ به ېٔ پهٔ خپل رحم معاف کړی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ سَبَاٍ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اَرْبَعٌ وَّ خَمْسُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍؔ ۔

ترجمه: سورتِ سبا پهٔ مکه کښې نازل شوے دے ، پهٔ دې کښې څلور پنځوس آیتونه اؤ شپږ رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربان ډېر رحم کؤنکے دے ۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ١ؕ وَ هُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ۝۱

ترجمه: ټول تعریفونه دَ الله دی دَ چا چې دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه دی اؤ دَ هغهٔ دی ټول تعریفونه پهٔ آخرت کښې اؤ هم هغه دَ حکمتونو خاوند دے پهٔ هر څهٔ خبر، ف۱

ف۱: یعنی دَ ټولو تعریفونو مستحق هغه ذات دے چې دَ ټولو آسمانونو اؤ زمکې اؤ دَ هر څیز یواځې مالک دے بل څوک شریک ورسره نشته ۔ پهٔ هر څهٔ خبر دے اؤ ډېر پهٔ حکمت اؤ کامل علم دَ دې ټولې دنیا تدبیر کوی اؤ پهٔ ډېره ښهٔ طریقه دا انتظام چلوی ۔ هغهٔ دا ټول نظام بې کاره نهٔ دے پیدا کړے ۔ پهٔ داسې حکیم اؤ دانا ذات دا ګومان کؤل چې هغهٔ دا انظام بې کاره پیدا کړی دی (چې بس پیدا شو ، چلیږی اؤ ختم به شی نتیجه به ېٔ هېڅ نهٔ وی) دا ډېر غلط خیال دے دَ هېڅ یو حکیم اؤ دانا کار دَ فائدې نه خالی نهٔ وی ۔ نو ضرور به دَ دې دنیا یوه ډېره اعلٰی نتیجه را ووځی اؤ هغه عالم آخرت دے ۔ نو څنګه چې پهٔ دې دنیا کښې الله تعالیٰ یواځې مالک دے ۔ دَ ټول مخلوق دغه شان به پهٔ آخرت کښې هم یواځې دَ هر څهٔ مالک وی اؤ دَ ټولو تعریفونو به یواځې حقدار وی ۔ دلته خو بیا هم پهٔ ظاهره دَ بل چا تعریف کېدے شی ځکه چې دَ مخلوق فعل دَ خالق دَ فعل دپاره پرده ده اؤ دَ مخلوق کمال دَ هغه خالقِ حقیقی دَ کمال یو سیورے دے ۔ لېکن پهٔ هغه دنیا کښې به دا عارضی پرده هم نهٔ وی ۔ هغه به پردې لرې شی اؤ ټولې واسطې به ختم شی نو هلته به خلقو ته دا حقیقت څرګند شی چې څهٔ چې کوی هم دغه یو ذات کوی ۔ نو هلته به ظاهری اؤ حقیقی هر حیثیت سره دَ یو الله تعریفونه کیږی ۔

یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَ مَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَ مَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَ مَا یَعْرُجُ فِیْهَا١ؕ وَ هُوَ الرَّحِیْمُ الْغَفُوْرُ۝۲

ترجمه: هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې ننوځی پهٔ زمکه کښې اؤ څهٔ چې دَ زمکې نه بهر را وځی ، اؤ څهٔ چې راکوزیږی دَ آسمان نه اؤ څهٔ چې خیژی آسمان ته ، ف۲ اؤ هم هغه دے ډېر مهربانه بخښونکے ، ف۳

ف۲: یعنی دَ زمکې اؤ آسمانونو یو شے هم وړوکے وی کهٔ غټ دَ هغهٔ دَ علم نه بهر نهٔ دے ۔ کوم شے چې پهٔ زمکه کښې ننوځی لکه چینجی ، تخمونه ، اوبهٔ وغېره اؤ کوم چې دَ زمکې نه بهر ته را ووځی لکه فصلونه ، واښهٔ اؤ معدنیات وغېره ۔ اؤ کوم څیزونه چې آسمان ته خیژی لکه روحونه ، دعا ، نیک عمل ، فرښتې وغېره دَ دې ټولو څیزونو پوره پوره تفصیل اؤ هره هره ذره الله تعالیٰ ته معلوم دی ۔

ف۳: یعنی دَ دنیا دا ټوله آبادی اؤ رونق خالص دَ الله دَ رحم اؤ مهربانیٔ پهٔ برکت دے ۔ کهٔ ناشکره اؤ مجرمانو بندیانو ته ېٔ سمدستی سزا ورکؤلے نو اوس به دَ دنیا ټول رونق ختم وهٔ ۔

وَ لَوْ یُؤَاخِذُ اللهُ النَّاسَ بِمَا کَسَبُوْا مَا تَرَكَ عَلٰی ظَهْرِهَا مِنْ دَابَّةٍ“ ۔ (سورتِ فاطر ، رکوع ۵)

(کهٔ الله تعالیٰ خپل مخلوق پهٔ ګناهونو سمدستی رانیؤلے نو دَ زمکې پهٔ مخ به ېٔ یو ژوندے شے نهٔ وهٔ پریٔښې ، هر څهٔ به فنا شوی وو)

وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَاْتِیْنَا السَّاعَةُ١ؕ قُلْ بَلٰی وَ رَبِّیْ لَتَاْتِیَنَّكُمْ١ۙ عٰلِمِ الْغَیْبِ١ۚ لَا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَ لَا فِی الْاَرْضِ وَ لَاۤ اَصْغَرُ مِنْ ذٰلِكَ وَ لَاۤ اَكْبَرُ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍۗۙ۝۳

ترجمه: اؤ وائی منکران نهٔ به راځی پهٔ مونږ قیامت ، ف۴ ورته ووایه ولې به نهٔ راځی قسم مې دې وی پهٔ خپل رب ضرور به درباندې راځی ، ف۵ هغه خبر دے پهٔ پټو څیزونو ، نهٔ شی پټېدے دَ هغهٔ نه دَ یوې ذرې برابر څیز پهٔ آسمانونو کښې اؤ نهٔ پهٔ زمکه کښې اؤ هېڅ داسې څیز نشته نهٔ دَ ذرې نه وړوکے اؤ نهٔ لوئے چې نهٔ وی (موجود) پهٔ واضح کتاب کښې ۔ ف۶

ف۴: ولې به نهٔ راځی ۔ ضرور به راځی ۔ تفصیل ېٔ مخکښېنیو آیتونو کښې دے۔

ف۵: هغه پاک انسان دَ چا صداقت اؤ امانت چې دَ دښمنانو هم منلو اؤ اوس پهٔ واضحو دلیلونو دَ هغهٔ صداقت نور هم ثابت شو ۔ پهٔ خپل رب قسم خوری چې قیامت به خامخا راځی ۔ نو بیا دَ یقین نهٔ کؤلو وجه څهٔ ده؟ نورو خبرو کښې ورته رښتونے واییٔ اؤ دا خبره ېٔ نهٔ منیٔ؟ دا صفا جِهل اؤ ضد نهٔ دے نو نور څهٔ دی؟

ف۶: یعنی پهٔ هغه عالم الغیب مې دې قسم وی چا ته چې دَ زمکې اؤ آسمانونو یوه یوه ذرّه هر څهٔ معلوم دی چې قیامت به ضرور راځی ۔ پهٔ عالم الغیب قسم ېٔ پهٔ دې غرض وخوړو چې دَ قیامت صحیح وخت بل هېچا ته نهٔ دے معلوم ۔ یو هغه ذات ته معلوم دے دَ چا دَ علم نه چې هېڅ شے بهر نشته۔ ما ته چې څومره علم وهٔ هغه مې درته ووې چې راتلونکے دے اؤ خامخا به راځی ۔ باقی دا چې دا به کله وی دا صرف یو الله ته علم دے ۔ پهٔ دې یو لفظ کښې دَ هغوی دَ اعتراض ځواب هم وشو چې هغوی به وې ۔ ”ءَاِذَا ضَلَلْنَا فِی الْاَرْضِ“ (آیا کوم وخت چې مونږ دَ خاورو سره خاورې شو) پهٔ خاورو کښې ورک شو نو بیا به مونږ دوباره څنګه ژوندی شو؟ نو ځواب ورکړې شو چې هغهٔ ته دَ زمکې اؤ آسمانونو یوه یوه ذره معلومه ده ۔ مخکښې وئیلی شوی وو چې دَ آسمانونو اؤ زمکې پهٔ هر څیز دَ هغهٔ قبضه ده ۔ نو هغه به دَ زمکې نه ستاسو دَ وجود ټولې ذرې بیا راغونډې کړی اؤ روغ بدن به ترې جوړ کړی ۔ یوه ذره ترېنه هم نهٔ شی پټېدې ۔ دَ واضح کتاب نه مراد لوحِ محفوظ دے ۔ چې پهٔ هغې کښې هر شے دَ الله دَ علم مطابق لیکلے پروت دے ۔

لِّیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ رِزْقٌ كَرِیْمٌ۝۴

ترجمه: دې دپاره چې بدله ورکړی هغه کسانو ته چې یقین ېٔ کړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی ، هم دغه خلق دی چې دوی دپاره معافی ده اؤ روزی دَ عزت ده ۔

وَ الَّذِیْنَ سَعَوْ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ۝۵

ترجمه: اؤ کومو کسانو چې کوشش وکړو زمونږ دَ آیتونو پهٔ کمزوری کؤلو کښې ، دا خلق دوی دپاره سخت دردناک عذاب دے ، ف۷

ف۷: یعنی دَ قیامت راتلهٔ ځکه ضروری دی چې خلقو ته دَ خپل نیک اؤ بدعمل بدله ورکړې شی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ تمامو کاملو صفتونو پوره پوره اظهار وشی ۔

تنبیه: څوک چې کوشش کوی زمونږ دَ آیتونو دَ عاجز کؤلو ۔ یعنی څوک چې زمونږ آیتونه باطل ګڼی اؤ پهٔ خلهٔ یا پهٔ لاسونو خلق دَ هغې دَ منلو نه منع کوی ۔ دا داسې ده لکه چې دوی الله سره مقابله کوی اؤ دَ الله دَ پړ کؤلو اؤ مغلوب کؤلو کوشش کوی اؤ دا خیال ېٔ دے چې دوی به دَ الله دَ قبضې نه ځان خلاص کړی اؤ هغه به ېٔ راګېر نهٔ کړې شی ۔

وَ یَرَی الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ١ۙ وَ یَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ۝۶

ترجمه: اؤ وبه وینی هغه کسان چې ورکړې شوے ده پوهه چې څهٔ نازلیږی پهٔ تا دَ خپل رب له طرفه هم هغه صحیح دی اؤ ښیٔ لار دَ هغه زبردستو خوبیو مالک، ف۸

ف۸: یعنی قیامت به ځکه خامخا راځی چې چا ورباندې پهٔ نالیدو یقین کړے وهٔ اوس ورته عین الیقین حاصل شی اؤ پهٔ خپلو سترګو ووینی چې دَ قرآن وینا ټکی پهٔ ټکی صحیح وه اؤ بېشکه قرآن هم هغه کتاب دے چې بنده ته دَ هغه عَزِیْزٌ حَمِیْد الله سمه لار ښئی ۔ ځنو مفسرانو ېٔ دا مطلب بیان کړے دے چې دَ دې منکرانو برخلاف اهلِ علم (مسلمان وی کهٔ اهلِ کتاب) پهٔ دې پوهیږی اؤ دا وینی چې دَ آخرت متعلق دَ قرآن وینا بالکل صحیح ده اؤ قرآن بنیادم ته سمه لار ښئی ۔

وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ یُّنَبِّئُكُمْ اِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ١ۙ اِنَّكُمْ لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍۚ۝۷

ترجمه: اؤ ووې هغه کسانو چې منکر دی آیا مونږ وښیو تاسو ته هغه سړے چې تاسو ته دا خبر درکوی چې کوم وخت تاسو وشلېږیٔ اؤ ټوکړې ټوکړې شیٔ ، نو تاسو ته بیا دَ نوی سره پیدا کېدل دی ،

اَفْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَمْ بِهٖ جِنَّةٌ١ؕ بَلِ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ فِی الْعَذَابِ وَ الضَّلٰلِ الْبَعِیْدِ۝۸

ترجمه: آیا جوړوی دې پهٔ الله دروغ یا کهٔ سودائی دے؟ ف۹ هېڅ هم نهٔ دی خو څوک چې یقین نهٔ کوی پهٔ آخرت پهٔ سخت عذاب کښې دی اؤ ګمراهیٔ کښې ډېر لرې وتی دی ، ف۱۰

ف۹: قریشو به پهٔ حضور اکرمﷺ پورې دا خندا کؤله ۔ وئیل به ېٔ راشیٔ دې سړی ته وګوریٔ چې وائی تاسو به دَ خاورو کېدو نه پس بیا ژوندی کیږیٔ ۔ داسې خبرې خو روغ سړے نهٔ شی کؤلے (نعوذ بالله) نو دې یا خو پهٔ الله دروغ جوړوی اؤ یا (نعوذ بالله) لېونے دے ۔

ف۱۰: یعنی رسول اکرمﷺ چې څهٔ فرمائی دا نهٔ دروغ دی نهٔ لېونتوب خو تاسو دَ حق و صداقت اؤ دَ عقل و فکر دَ سمې لارې نه ډېر لرې وتی ییٔ ځکه پهٔ داسې خبرو ځان پهٔ غټ عذاب اخته کویٔ ۔ پهٔ حقیقت کښې غټ عذاب هم دغه دے چې دَ چا عقل فکر دومره خراب شی چې دَ الله پېغمبرﷺ ته دروغژن ووائی ۔

اَفَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اِنْ نَّشَاْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ نُسْقِطْ عَلَیْهِمْ كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ۠۝۹

ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی څهٔ چې دَ دوی دَ وړاندې دی ، اؤ څهٔ چې دَ دوی نه وروستو دی ، دَ آسمانونو اؤ زمکې نه کهٔ مونږ وغواړو نو ښخ به کړو دا ټول پهٔ زمکه کښې ، یا به ورباندې را وغورزوؤ یوه ټوکړه دَ آسمان نه ف۱۱ بېشکه پهٔ دې کښې دلیلونه دی دَ هر رجوع کؤنکی بنده دپاره ، ف۱۲

ف۱۱: یعنی ولې دا خلق داسې ړاندهٔ دی؟ چې آسمان اؤ زمکه هم نهٔ وینی ۔ کوم چې وړاندې وروستو هر طرف نه ښکاری ۔ دومره خو دوی هم منی چې دا الله جوړ کړی دی نو چا چې جوړ کړی دی هغهٔ ته ېٔ ورانؤل څهٔ ګران دی؟ اؤ کوم ذات چې داسې غټ غټ څیزونه جوړؤلے اؤ ورانؤلے شی نو دَ بنیادم دوباره جوړؤل ورته څهٔ ګران دی؟ دا خلق ویریږی نه چې دَ هم هغې الله دَ آسمان دَ لاندې دَ هغهٔ پهٔ زمکه ولاړ دی اؤ دَ هغهٔ پهٔ حق کښې داسې بې ادبه خبرې کوی ۔ کهٔ هغه وغواړی نو اوس به ورباندې دَ آسمان نه یوه ټوټه را وغورزوی یا به ېٔ پهٔ زمکه کښې ښخ کړی اؤ دَ قیامت یوه نمونه به ورته وښئی۔

ف۱۲: یعنی کوم خلق چې دَ عقل فکر نه کار اخلی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ قدرت پهٔ نښانو کښې غور کوی نو هغوی ته معلومه شی چې دَ دې منظّم اؤ دَ حکمتونو نه ډک نظام به ضرور یوه ورځ څهٔ ډېره اعلیٰ اؤ کامله نتیجه را وځی چې دَ هغې نوم دارالآخرة دے ۔ نو پهٔ دې وجه هغه خامخا خپل خالق ته رجوع کوی اؤ هغهٔ چې کوم بې شماره احسانونه کړی دی دَ هغې شکریه ادا کوی ۔ دَ دغه شان ځنې شکرګذارو بندیانو ذکر پهٔ مخکښې آیتونو کښې راځی ۔

وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ مِنَّا فَضْلًا١ؕ یٰجِبَالُ اَوِّبِیْ مَعَهٗ وَ الطَّیْرَ١ۚ وَ اَلَنَّا لَهُ الْحَدِیْدَۙ۝۱۰

ترجمه: اؤ بېشکه مونږ ورکړے ده داؤد ته دَ خپل طرف نه لوئی ، ف۱۳ اے غرونو پهٔ خوش آوازیٔ واییٔ دَ دهٔ سره اؤ اے دَ هوا مارغانو ، ف۱۴ اؤ نرمه کړه مونږ دپاره وسپنه ۔

ف۱۳: یعنی دَ نبوت سره سره ېٔ یو لوئے حکومت هم ورکړے وهٔ ۔

ف۱۴: حضرت داؤد علیه السّلام به کله کله دَ ذکر دپاره ځنګل ته وتو ډېر پهٔ خوش آوازیٔ به ېٔ دَ زبور تلاوت کؤلو اؤ حمد و ثنا به ېٔ وې ۔ دَ هغهٔ دَ آواز دومره تاثیر وهٔ چې غرونو به هم ورسره تسبیح وې اؤ دَ ځنګل مرغان به ورته راغونډ شو ، هغوی به هم هغه شان ذکر کؤلو ۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل هغهٔ ته دا لوئے شان ورکړے وهٔ (دا دَ هغهٔ یوه معجزه وه) کهٔ دَ غرونو دَ تسبیح نه مراد دَ غرهٔ واپسی آواز شی (ګونج یا بازګشت) یا هغه عامه تسبیح شی کوم چې کاڼی بوټی اؤ حیوانات پهٔ زبانِ حال همېشه کوی پهٔ دې کښې دَ داؤد علیه السّلام فضیلت څهٔ شو؟ بیا خو ېٔ دلته ذکر (نعوذ بالله) هسې فضول دے ۔ دَ ”یَا جِبَالُ اَوِّبِیْ مَعَهٗ“ حکم تکوینی دے ۔

اَنِ اعْمَلْ سٰبِغٰتٍ وَّ قَدِّرْ فِی السَّرْدِ وَ اعْمَلُوْا صَالِحًا١ؕ اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۝۱۱

ترجمه: چې جوړ کړی ارتې زغرې اؤ پهٔ اندازه پیوند کړه کړۍ ، ف۱۵ اؤ کویٔ تاسو ټول نیک کارونه ، څهٔ چې تاسو کویٔ ، زهٔ ېٔ وینم ۔ ف۱۶

ف۱۵: دا دَ داؤدؑ بله معجزه وه چې وسپنه به دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دَ اور دَ تاؤ نه بغیر نرمه شوه اؤ هغهٔ چې به چې څنګه شے جوړؤلو جوړېدو به ۔ وائی چې دَ جنګ دپاره دَ زغرې رواج دَ داؤدؑ دَ وخت نه شروع شوے دے ۔ دا هنر الله تعالیٰ هغهٔ ته ښودلے وهٔ چې ښهٔ پهٔ اندازه یو شان کړۍ پېوندوه اؤ زغره ترې جوړوه چې غټې نریٔ اؤ تنګې آزادې کړۍ پکښې نهٔ وی ۔ ټولې یو شان وی نو شے به هوار اؤ مهین راځی ۔ داؤد علیه السّلام به زغرې جوړؤلے اؤ خرڅؤلے دغه دَ لاسو پهٔ مزدوریٔ به ېٔ خپله ګذاره کؤله دَ بیت المال نه به ېٔ خرڅ نهٔ اخستو ۔

ف۱۶: یعنی چرته دَ دې نعمتونو پهٔ وجه دَ نیک عمل اؤ الله دَ یادو نه غافل نهٔ شیٔ ۔ نیک عمل کویٔ الله تعالیٰ ستاسو هر کار وینی ۔ (دَ هغې اجر به درکوی)

وَ لِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَّ رَوَاحُهَا شَهْرٌ١ۚ وَ اَسَلْنَا لَهٗ عَیْنَ الْقِطْرِ١ؕ وَ مِنَ الْجِنِّ مَنْ یَّعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِاِذْنِ رَبِّهٖ١ؕ وَ مَنْ یَّزِغْ مِنْهُمْ عَنْ اَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِیْرِ۝۱۲

ترجمه: اؤ (تابع مو کړه) سلیمان ته هوا چې دَ سحر تګ ېٔ یوه میاشت وهٔ اؤ دَ نماښام تګ ېٔ یوه میاشت وهٔ ، اؤ روانه کړه مونږ دَ هغهٔ دپاره چینه دَ ویلی شوے تانبې ف۱۷ اؤ څومره پېریان وو چې محنت ېٔ کؤلو دَ هغهٔ پهٔ مخکښې دَ هغهٔ دَ رب پهٔ حکم ، اؤ چا چې انکار وکړو پهٔ دوی کښې زمونږ دَ حکم نه وبه څکوؤ مونږ پهٔ دوی عذاب دَ اور ۔ ف۱۸

ف۱۷: دَ سلیمان علیه السّلام یو تخت وهٔ چې پهٔ هوا به الوتو ۔ الله تعالیٰ ورته هوا تابع کړے وه ۔ دَ هغهٔ تخت به ېٔ دَ شام نه یمن ته اؤ دَ یمن نه شام ته وړو ۔ دا دَ یوې میاشتې مزل وهٔ چې هوا به پهٔ نیمه میاشت کښې کؤلو ۔ پهٔ سورتِ انبیاء اؤ سورتِ نمل کښې دَ دې څهٔ بیان تېر شوے دے اؤ څهٔ بیان ېٔ مخکښې پهٔ سورتِ صٓ کښې راځی ۔ الله تعالیٰ ورته پهٔ یمن کښې دَ ویلی تانبې یوه چینه را وېستې وه ۔ پېریانو به ترېنه دیګونه اؤ لوئی لوئی تالی جوړؤل چې دَ ټول لښکر خوراک به پکښې پهٔ یو ځل پخېدو اؤ خوړې به شو ۔

ف۱۸: یعنی بې شماره پېریانو (چې بل ځائې کښې ورته دَ شیطان لفظ راغلے دے) به لکه دَ مزدورانو اؤ نوکرانو دَ هغهٔ پهٔ کار شپهٔ ورځ لګیا وو۔ دَ الله حکم وهٔ ورته چې دَ سلیمانؑ اطاعت کویٔ اؤ کهٔ چا انکار وکړو نو اور کښې به اچؤلے شی ۔

یَعْمَلُوْنَ لَهٗ مَا یَشَآءُ مِنْ مَّحَارِیْبَ وَ تَمَاثِیْلَ وَ جِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَ قُدُوْرٍ رّٰسِیٰتٍ١ؕ اِعْمَلُوْۤا اٰلَ دَاوٗدَ شُكْرًا١ؕ وَ قَلِیْلٌ مِّنْ عِبَادِیَ الشَّكُوْرُ۝۱۳

ترجمه: جوړؤل ېٔ دَ هغهٔ دپاره څهٔ چې ېٔ غښتل قلعه ګانې اؤ تصویرونه اؤ کاسې لکه تالابونه اؤ پهٔ نغرو کلک سوارهٔ دیګونه ، ف۱۹ عمل کویٔ اے دَ داؤد کورنۍ پهٔ احسان مندیٔ ، اؤ ډېر لږ دی زما پهٔ بندیانو کښې احسان منونکی ، ف۲۰

ف۱۹: یعنی دې پېریانو به لوئے لوئے قلعه ګانې ، بنګلې ، جماتونه اؤ مجسمې جوړؤلے ۔ شاید چې دَ هغهٔ پهٔ شریعت کښې مجسمې ناروا نهٔ وې ۔ پهٔ شریعت محمّدیﷺ کښې منع شوی دی ۔ اؤ دَ لښکر دَ خوراک دپاره به ېٔ دَ تالابونو پهٔ شان لوئی لوئی تالی یا ښانکونه جوړؤل اؤ دومره غټ غټ درانهٔ دیګونه چې چا به دَ ځائې نه خوزؤلی نهٔ شو ۔

ف۲۰: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ دې خاص احسان شکریه ادا کویٔ ۔ تش پهٔ خلهٔ نهٔ پهٔ عمل هم داسې کارونه کویٔ چې دَ الله شکر ګذاری ترېنه څرګندیږی ۔ حقیقت دا دے چې دَ الله تعالیٰ پهٔ هر بنده بې شماره احسانونه دی ، خو دَ هغهٔ شکرګذار بندیان ډېر لږ دی اؤ کوم څیز چې لږ وی نو قدر ېٔ ډېر وی نو تاسو کامل شکرګذار شیٔ اؤ دَ ځان قدر و عزت زیات کړیٔ ۔ دا خطاب دَ داؤدؑ ټولې کورنۍ ته وشو ځکه چې پهٔ داؤدؑ باندې دا خاص احسان پهٔ هغوی باندې هم دَ نورو ذاتی احسانونو نه یو زیاتی احسان وهٔ ۔ وائی چې داؤدؑ دَ ټول کور دَ کسانو دپاره دَ عبادت وختونه داسې پهٔ ترتیب مقرر کړی وو چې هېڅ وخت کښې به کور دَ عبادت کؤنکی نه نهٔ خالی کېدو ۔ څوک خو به پهٔ عبادت مشغول وو ۔

فَلَمَّا قَضَیْنَا عَلَیْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلٰی مَوْتِهٖۤ اِلَّا دَآبَّةُ الْاَرْضِ تَاْكُلُ مِنْسَاَتَهٗ١ۚ فَلَمَّا خَرَّ تَبَیَّنَتِ الْجِنُّ اَنْ لَّوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ الْغَیْبَ مَا لَبِثُوْا فِی الْعَذَابِ الْمُهِیْنِؕ۝۱۴

ترجمه: بیا کله چې مقرر کړو مونږ دَ هغهٔ (سلیمان) دپاره مرګ ، خبر ورنهٔ کړو (پېریانو ته) دَ هغهٔ دَ مرګ هېچا مګر دَ زمکې یو چینجی (وینهٔ) چې وېٔ خوړه دَ هغهٔ همسا ۔ بیا کله چې هغه راپرېوتو ، معلومه کړه پېریانو ۔ کهٔ چرې دوی خبر لرلې دَ غیبو، نهٔ به وو پاتی شوی پهٔ تکلیف کښې دَ ذلّت ۔ ف۲۱

ف۲۱: سلیمان علیه السّلام پهٔ پېریانو دَ بیت المقدس آبادی کؤله ، نوې کار لا پوره شوے نهٔ وهٔ چې دَ سلیمان علیه السّلام دَ وفات وخت راغلو ۔ هغه چې پهٔ ځان پوهه شو نو پېریانو ته ېٔ دَ کار نقشه وښیٔله اؤ خپله ېٔ دَ شیشې پهٔ یو مکان کښې دَ عبادت دپاره ځان بند کړو ۔ دَ هغهٔ دا عادت وهٔ چې پهٔ میاشتو به ېٔ دغه شان ځان له خلوت کښې عبادت کؤلو ۔ یو لرګی ته ېٔ تکیه وهلې وه۔ پهٔ دغه حالت کښې ترې فرښتو روح قبض کړو ۔ نو دَ هغهٔ بې روحه بدن دغه شان دَ هغې لرګی پهٔ تکیه ولاړ وهٔ ۔ جنّات ېٔ دَ وفات نه خبر نهٔ شو ۔ هغوی وې کهٔ ژوندے دے ۔ نو هم هغه شان پهٔ خپل کار اړم وو ۔ چې دَ بیت المقدس دَ تعمیر کار پوره شو نو پهٔ دومره موده کښې هغه لرګې وېنو ووهلو پرېوتو نو دَ سلیمانؑ بدن هم راپرېوتو ۔ نو پېریان ېٔ هم دَ وفات نه خبر شو اؤ لاړهٔ خوارهٔ شو ۔ پهٔ دې باندې پېریانو ته هم دَ خپلې غیب دانیٔ پته ولګېده اؤ دَ هغوی معتقدینو ته هم پته ولګېده چې کهٔ پېریان واقعی دَ غیبو پهٔ حال خبرېدے نو ولې به ېٔ دومره موده سخت مشقت کؤلو ۔ دَ سلیمانؑ دَ وفات نه به خبر شوی وو اؤ کار نه به تښتېدلی وو ۔ دې نه دا معلومه شوه چې دَ پېریانو تابع کؤل دَ سلیمانؑ خپل کمال نهٔ وهٔ ۔ خالص دَ الله فضل وهٔ چې هغهٔ تر څو غوښته نو دَ مرګ نه پس ېٔ هم تابع وساتل اؤ پهٔ سلیمانؑ چې ېٔ کوم خاص فضل کړے وهٔ دَ هغهٔ دَ مرګ نه پس ېٔ هم تر ضروری حده جاری وساتلو اؤ خلقو ته ېٔ وښیٔله چې دَ پېغمبر دَ لاس شروع شوے کار الله تعالیٰ پهٔ څهٔ طریقه سر ته رسوی ۔ (ربط) تر دې خو دَ تابعدارو اؤ شکرګذارو بندیانو حال وهٔ مخکښې دَ یو ناشکره قوم حال بیانیږی چې الله تعالیٰ ورته ډېر نعمتونه اؤ دَ عیش و آرام ژوند ورکړے وهٔ خو هغوی دَ احسان منلو اؤ شکر ویستو پهٔ ځائې ناشکری وکړه ۔ نو پهٔ سزا کښې ېٔ تباه و برباد شو ۔ دا قوم دَ یمن ډېر مالدار اؤ عزتمند قوم وهٔ پهٔ سوؤنو کاله ېٔ پهٔ دغه علاقه ډېر پهٔ زور شور حکومت کړے وهٔ ۔ پهٔ دغه قوم کښې یوه ملکه بلقیس هم وه کومه چې دَ سلیمانؑ دربار ته راغوښتې شوے وه ۔ سورتِ نمل کښې ېٔ قصه تېره شوے ده۔ شاید چې دَ سلیمانؑ سره دَ سبا ذکر پهٔ دغه مناسبت وشو ۔

لَقَدْ كَانَ لِسَبَاٍ فِیْ مَسْكَنِهِمْ اٰیَةٌ١ۚ جَنَّتٰنِ عَنْ یَّمِیْنٍ وَّ شِمَالٍ١ؕ۬ كُلُوْا مِنْ رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَ اشْكُرُوْا لَهٗ١ؕ بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَّ رَبٌّ غَفُوْرٌ۝۱۵

ترجمه: اؤ بېشکه دَ قومِ سبا دپاره دَ دوی پهٔ کلی کښې وه یوه نښانه ، دوه باغونه ښی اړخ اؤ ګس اړخ ته ، ف۲۲ خوریٔ دَ خپل رب رزق اؤ شکر کویٔ دَ هغهٔ ، ف۲۳ ښار دے پاکیزه اؤ رب دے ګناه بخښونکے، ف۲۴

ف۲۲: یعنی دَ باغونو دوه وږده قطارونه دَ غاړې دواړو اړخونو ته تر میلونو خوارهٔ وو ۔ کهٔ دوی پوهېدے اؤ سوچ ېٔ کؤلے نو یو دغه نعمت ېٔ دَ شکرګذاریٔ اؤ ایمان راؤړو دپاره کافی وهٔ ۔

ف۲۳: ګویا کهٔ دَ قدرت دې نخښې خپله پهٔ زبانِ حال وې چې دَ خپل رب درکړی نعمتونو نه فائدہ اخلیٔ اؤ دَ رب شکر وباسیٔ ۔ سرکشی اؤ نافرمانی مهٔ کویٔ یا لکه څنګه چې ځنو مفسرانو لیکلی دی ۔ دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ ورته وئیلی شوی وو چې نافرمانی مهٔ کویٔ اؤ دَ رب احسان ومنیٔ ۔ وائی چې پهٔ دې قوم کښې دیارلس پېغمبران تېر شوی وو ۔ کهٔ دا روایت صحیح وی نو دا پېغمبران به دَ عیسٰیؑ نه پس اؤ دَ دې قوم دَ تباهیٔ نه پس دَ دوی وارثانو ته راغلی وی اؤ نصیحتونه به ېٔ ورته کړی وی ۔ (چې مشران خو مو تباه شو تاسو ځان مهٔ تباه کویٔ ایمان راؤړیٔ)۔

ف۲۴: دَ ”ارض القرآن“ لیکونکے دَ سبا دَ ښار دَ آبادیٔ متعلق لیکی چې دَ دې قوم غټه کارنامه دَ سیلابی اوبو یو بند وهٔ چې زمکې به ېٔ پرې اوبهٔ کؤلے ۔ عرب ورته ”سَدٌّ“ وائی اؤ دَ هغوی پهٔ ژبه ورته ”عَرِمْ“ وئیلی شی ۔ پهٔ دې وطن کښې مستقل بهېدونکے دریاب نشته ۔ دَ باران اوبهٔ دَ غرونو نه وبهیږی اؤ پهٔ ریګستان کښې جزب شی بربادې شی ۔ دَ کر کروندې پهٔ کار رانهٔ شی ۔ دَ سبا حکومت ځائې پهٔ ځائې پهٔ کندو کښې دَ باران اوبهٔ ایسارؤلو ته بندونه اچؤلی وو ۔ بیا به ېٔ پهٔ دغه اوبو باغونه اؤ فصلونه اوبهٔ کؤل وطن ېٔ ډېر آباد کړے وهٔ ۔ دَ سبا پهٔ حکومت کښې دغه شان بندونه بېشماره وو خو یو پکښې ډېر لوئے اؤ مشهور وهٔ چې ”سَدِّ مَأَرِبْ“ ورته وائی ۔ دا دَ مملکتِ سبا پهٔ دارالخلافه مَأَرِبْ کښې وهٔ ۔ دَ دې ښار ښی اؤ ګس اړخ ته دوه غرونه دی چې کوهِ ابلق ورته وائی ۔ دَ دې دواړو غرونو ترمینځه دا بند پهٔ سن ۸۰۰ قبل مسیح کښې جوړ شوے وهٔ ۔ دَ دې بند دیوال یو نیم سل (۱۵۰) فټه ووږد اؤ پنځوس (۵۰) فټه پلن وهٔ ۔ پهٔ دې کښې پورته اؤ ښکته ځائې پهٔ ځائې مورۍ وې چې دَ ضرورت مناسب بندؤلے اؤ آزادؤلے شوې ۔ دَ دې بند اکثر حصه خو اوس ورانه ده بیا هم دریٔمه برخه دیوال لا ولاړ دے ۔ ارناډ نومې یو یورپی سیلانی دَ دې پهٔ موجوده حالت یو تفصیلی مضمون دَ فرنچ ایشیاټک سوسائټی پهٔ رساله کښې لیکلے اؤ پوره نقشه ېٔ ورکړے ده ۔ پهٔ دې دیوال کښې ګڼې کتبې دی هغه هم لُوستے شی ۔ دَ بند ښی اؤ ګس اړخ ته دوه لوئے لوئے دروازې وې چې دَ اوبهٔ خور دپاره ترې لوی لوی نهرونه روان وو ۔ دَ دې اوبو پهٔ برکت پهٔ دې ریګستانی علاقه کښې دَ ښار دواړو اړخو ته پهٔ درے سوه مربع میله علاقه کښې اعلیٰ باغونه خوارهٔ وو اؤ دَ مېوؤ اؤ فصلونو پهٔ برکت دا علاقه پهٔ دنیا کښې دَ جنّت یوه نمونه وه ۔ دَ قرآن کریم پهٔ آیت ”جَنَّتَانِ عَنْ یَّمِیْنٍ وَّ شِمَالٍ“ کښې دغې باغونو ته اشاره ده دَ یونان یو تاریخدان پهٔ سن ۱۴۵ قبل مسیح کښې لیکی ۔ دَ سبا قوم دَ عربو پهٔ ډېره آباده اؤ سرسبزه علاقه کښې وسی ۔ دلته دَ درباب پهٔ غاړه زمکه کښې دَ مختلف قسمه مېوؤ ډېر اعلیٰ باغونه دی اؤ دَ ملک دننه دَ لونګو ۔ دارچینی اؤ چوهارو ډېر ګڼ ځنګلونه دی ۔ دَ دې ونو نه ډېره خوشبویه هوا راپورته کیږی ، داسې خوندناکه خوشبوئی چې پهٔ الفاظو کښې ېٔ بیان ممکن نهٔ دے ۔ کوم کسان چې دَ دې علاقې نه لرې چرته دَ سمندر پهٔ غاړه تیریږی ، هلته هم هوا دَ دې خوشبویه ونو خوشبوئی را رسوی اؤ خلق پرې مزې اخلی ۔

یونانی تاریخدان آرټی میډ روس چې دَ سبا دَ حکومت پهٔ آخره زمانه کښې وهٔ لیکی چې دَ سبا دَ حکومت دارالخلافه مآرب پهٔ ډېره سرسبز و شاداب غرونو کښې ده دَ ښائسته ونو اؤ مېوؤ نه ډک غرونه اؤ دَ عیش اؤ خوشحالیٔ ژوند ېٔ دے ۔ غرض دا چې دَ آبادیٔ اؤ عیش و آرام پهٔ لحاظ بې مثله ښار وهٔ ۔ ځکه الله تعالیٰ فرمائی ۔ ”بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُوْرٌ“۔ یعنی تاسو پهٔ خپل وس دَ دې نعمتونو شکر وباسیٔ خو دَ الله دَ نعمتونو شکر څوک پوره کؤلے شی؟ کهٔ پهٔ مجبوریٔ ترېنه څهٔ کمے وشو نو الله تعالیٰ دَ بندیانو سره سختی نهٔ کوی هغه کمے به درته معاف کړی ، هغه بخښونکے مهربانه دے ۔

فَاَعْرَضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَ بَدَّلْنٰهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَوَاتَیْ اُكُلٍ خَمْطٍ وَّ اَثْلٍ وَّ شَیْءٍ مِّنْ سِدْرٍ قَلِیْلٍ۝۱۶

ترجمه: خو دوی سوچ ونهٔ کړو نو را وستو ورباندې مونږ یو تیز سیلاب اؤ بدل مو کړل ورته دغه دوه باغونه پهٔ نورو دوؤ باغونو چې څهٔ پکښې مېوې وې بې مزې ترخې اؤ څهٔ جاړې غنې اؤ څهٔ لږ بوټی دَ بیرو ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی نصیحت ېٔ ونهٔ منلو ۔ نافرمانی اؤ ناشکری ېٔ وکړه نو مونږ هم ورباندې خپل قهر نازل کړو ۔ هغه لوئے بند وشلېدو ۔ دَ بند اوبو باغونه اؤ پټی هر څهٔ پهٔ مخه کړل ۔ چې دَ اوبو نظام خراب شو نو وطن بیا ریګستان شو ۔ څهٔ جاړې غنې پکښې را وټوکېدے ۔ کوم ځائې چې دَ کجورو اؤ انګورو باغونه وو ۔ هلته اوس کیکر ، جاړې غنې اؤ بې خونده تراخهٔ بوټی وو ۔ پهٔ هغې کښې دَ خوراک قابل شے یو بیرې وې ، هغه هم پکښې ډېرې نهٔ وې ۔ دا واقعه دَ حضرت عیسٰیؑ نه پس اؤ رسول اللهﷺ دَ نبوت نه مخکښې تر دا مینځه شوے ده ۔ دَ آثارِ قدیمه ماهرانو دَ ابرهة الاشرم دَ زمانې یوه کتبه دَ سدِّ مآرب پهٔ پاتې دیوال کښې موندې ده ۔ پهٔ هغې کښې دَ دې بند دَ شلېدو بیان شته ۔ خو شاید چې دا واقعه دَ قرآن شریف دَ دې واقعې نه وروستو چرته بله حادثه شوے وی ۔

حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ کله چې الله تعالیٰ وغوښته چې عذاب پرې راولی نو یوې سمسرې دَ بند پهٔ ویخ کښې سورې وکړو ۔ اؤ چې دَ باران اوبهٔ ډېرې جمع شوې زور ېٔ وکړو نو بند ېٔ وشلؤلو ۔ دَ عذاب اوبهٔ وې ۔ باغونه ېٔ دَ ویخه یوړل اؤ ټوله آباده زمکه ېٔ ورانه کړه ۔ وائی چې دَ مخکښې نه یو نجومی دَ دې بند دَ شلېدو پیشنګوئی کړے وه ، نو دَ ښار نه اکثر خلق تښتېدلی وو ۔ څهٔ چې پاتې وو نو دَ هغوی پهٔ قسمت دَ باغونو اؤ مېوؤ پهٔ ځائې بیرې اؤ جاړې غنې ورسېدې ۔

ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِمَا كَفَرُوْا١ؕ وَ هَلْ نُجٰزِیْۤ اِلَّا الْكَفُوْرَ۝۱۷

ترجمه: دا بدله مونږ ځکه ورکړه چې دوی ناشکره وو ، اؤ مونږ هم دغه شان بدله ورکوؤ ناشکرو ته ۔ ف۲۶

ف۲۶: داسې سخته سزا هم غټو ناشکرو ته ورکؤلے شی اؤ دَ شرک نه غټه ناشکری بله نشته ۔ پهٔ سورتِ نمل کښې تېر شوی دی چې دې قوم دَ نمر عبادت کؤلو ۔ شاید چې دا شرک پکښې دَ بلقیس نه پس هم پاتې وهٔ ۔

وَ جَعَلْنَا بَیْنَهُمْ وَ بَیْنَ الْقُرَی الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا قُرًی ظَاهِرَةً وَّ قَدَّرْنَا فِیْهَا السَّیْرَ١ؕ سِیْرُوْا فِیْهَا لَیَالِیَ وَ اَیَّامًا اٰمِنِیْنَ۝۱۸

ترجمه: اؤ یٔښې دے مونږ دَ دوی دَ کلیو اؤ دَ هغه کلیو ترمینځه چې مونږ برکت ورکړے دے داسې کلی چې دَ لارې نه ښکارېدل اؤ پړاؤنه مو پکښې مقرر کړل دَ تلو راتلو ، ګرځیٔ پهٔ دې کښې دَ شپو اؤ دَ ورځو پهٔ امن سره ۔ ف۲۷

ف۲۷: دَ برکت والا ملک نه دَ شام ملک مراد دے ۔ یعنی دَ یمن نه تر شام پورې ټوله لاره آباده اؤ محفوظه وه ۔ دَ سړک پهٔ غاړه نژدے نژدے کلی آباد وو ، نو قافلو ته دَ غلو خطره هم نهٔ وه اؤ ځائې پهٔ ځائې دَ خوراک څښاک اؤ دمې کؤلو پوره آسانیٔ وې ۔ سفر څهٔ وهٔ یو قسم سیل وهٔ ۔ دَ ارض القرآن مصنّف (علامه سیّد سلیمان ندوی) لیکی چې دَ قومِ سبا دَ مالداریٔ ټول دارو مدار پهٔ تجارت وهٔ ۔ یمن دَ سمندر پهٔ غاړه یو طرف ته خو هندوستان ته مخامخ دے اؤ بل طرف ته دَ افریقې ساحل ورته نژدے دے ۔ نو دَ افریقې سرهٔ زر اؤ قیمتی کاڼی اؤ دَ فیل دَ غاښونو قیمتی سامان اؤ دَ هندوستان ګرمې مسالې اؤ عطرونه وغېره به ټول دَ یمن پهٔ ګودر کوزېدل اؤ دې قوم به دَ اوښانو پهٔ قافلو دَ حجاز پهٔ لاره شام اؤ مصر ته ورسؤل ۔

قرآن شریف کښې دغې لارې ته ”امان مبین“ یعنی فراخه اؤ لویه لار وئیلې شوے ده ۔ اؤ هم دَ دغې تجارت نوم ”رِحْلَةَ الشِّتَآءِ وَالصَّیْفِ“ دے ۔ کوم چې دَ قومِ سبا نه پس قریشو جاری ساتلے وهٔ اؤ دَ مکّې معظّمې دَ وسېدونکیو دَ معاش ذریعه وه ۔ دَ دې قافلو دَ کثرت سره آمد و رفت پهٔ وجه دَ دې سړک پهٔ غاړه نژدے نژدے آباد شوی وو ۔ اؤ یمن نه تر شام ټوله لار پهٔ امن اؤ محفوظه وه ۔ یو یونانی تاریخدان ازالو ستهنس پهٔ سن ۱۹۴ قبل مسیح کښې لیکی چې دَ حضر موت نه دَ سبا ملک ته دَ څلویښتو ورځو لار ده ۔ اؤ دَ مَعِیْن نه سوداګر پهٔ اویا(۷۰) ورځو کښې دَ شام ښار ایله (عقبه) ته رسی ۔

فَقَالُوْا رَبَّنَا بٰعِدْ بَیْنَ اَسْفَارِنَا وَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ وَ مَزَّقْنٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ۝۱۹

ترجمه: بیا دوی ووې اے زمونږ ربه، لرې لرې کړه زمونږ سفرونه ف۲۸ اؤ پهٔ خپل ځان ېٔ ظلم وکړو نو وګرځؤل مونږ افسانې اؤ څیری مو کړل ټوکړې ټوکړې ف۲۹ بېشکه پهٔ دې کښې دلیلونه دی دَ هر صابره شکر کؤنکی دپاره ۔ ف۳۰

ف۲۸: پهٔ زړهٔ کښې ېٔ وئیلی وی اؤ کېدے شی چې پهٔ خلهٔ ېٔ هم وئیلی وی ۔ یا الله دَ دې سفر خو څهٔ مزه نشته ۔ ټوله آبادی ده ۔ چې پړاؤنه لرې لرې وی ۔ بنده ستړے شی ، څهٔ لوږه تنده اؤ سخته پرې راشی نو سفر خوند وکړی ۔ حضرت شاه صاحب لکلی دی ۔ پهٔ آرام کښې بنده مست شی ۔ نو دوی هم وې چې لکه څنګه دَ نورې دنیا پهٔ سفرو کښې سختې وی ۔ پهٔ لارو کښې اوبهٔ نهٔ وی دَ خوراک انتظام نهٔ وی ۔ دَ غلو خطره وی ۔ دَ دمې ځایونه لرې لرې وی ۔ دغه شان سفر زمونږ هم خوښ دے ۔ دا غټه ناشکری وه ۔ څنګه چې بنی اسرائیلو ته پهٔ تیاره ښهٔ خوراکونه من و سلویٰ ملاوېدل نو پهٔ ډېر آرام کښې مست شو ۔ هوږه اؤ پیاز ېٔ وغښتل ۔ دغه شان دوی هم دَ آرام پهٔ ځائې ځان ته دَ تکلیف مطالبه وکړه ۔

ف۲۹: یعنی ګډ وډ اؤ خوارهٔ وارهٔ شو ۔ ځنې ټبرے یو خوا لاړې ځنې بل خوا ۔ آبادیٔ ېٔ ورانې شوې ۔ شان شوکت اؤ طاقت ېٔ ختم شو ۔ ټول قوم تباه و برباد شو ۔ نوم نشان ېٔ ورک شو اؤ دَ عبرت دپاره ېٔ تشې قصې پاتې شوې ۔ دَ ارضِ القرآن مصنّف دَ قومِ سبا دَ زوال پهٔ اسبابو کښې لیکی چې دَ یونان اؤ روم حکومتونه پهٔ شام اؤ مصر قبضه وکړه ۔ دَ دې ځایونو تجارت ېٔ دَ خشکې پهٔ ځائې دَ سمندر پهٔ لار روان کړو ۔ ټول سامان به دَ افریقې اؤ هندوستان نه دَ بحرِ احمر پهٔ لار دَ شام اؤ مصر پهٔ بندرونو کوزېدل ۔ چې دَ یمن تجارتی قافلې بندې شوې نو دَ لارې پهٔ غاړه آباد کلی هم وران شو اؤ دَ دې قوم مالی حالت هم کمزورے شو ، اؤ شان شوکت ېٔ ختم شو ۔ ممکنه ده چې دَ تباهیٔ پهٔ ظاهری اسبابو کښې یو سبب دا هم وی ۔ خو اصل سبب ېٔ دا وهٔ چې دَ ناشکریٔ پهٔ وجه ورته دَ الله تعالیٰ غضب متوجه شو ۔

ف۳۰: یعنی هوښیارو ته پکار دی چې دَ دې حادثې نه عبرت واخلی اؤ دَ ناشکریٔ نه توبه ګار شی ۔ دَ فراخیٔ اؤ آرام پهٔ وخت کښې دَ الله تعالیٰ شکر کوی ۔ اؤ پهٔ سخته کښې دَ صبر اؤ تحمّل نه کار اخلی اؤ الله ته پهٔ عاجزیٔ سوالونه کوی چې سخته ترې لرې کړی ۔

وَ لَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ اِبْلِیْسُ ظَنَّهٗ فَاتَّبَعُوْهُ اِلَّا فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۲۰

ترجمه: اؤ بېشکه رښتیا کړو پهٔ دوی ابلیس خپل ګومان نو دوی هغهٔ پسې روان شو بې دَ کږو غوندو ایماندارو نه ۔ ف۳۱

ف۳۱: شیطان دَ مردود کېدو پهٔ وړومبیٔ ورځ دا اندازه لګؤلے وه ۔ لَاَحْتَنِکَنَّ ذُرِّیَّتَهٗ اِلَّا قَلِیْلًا ؕ ۔

(زهٔ به ګمراه کړم دَ دوی اولاد بې دَ لږو کسانو نه) اؤ وئیلی ېٔ وو ۔ ثُمَّ لَاٰتِیَنَّهُمْ مِنْۢ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَ مِنْ خَلْفِهِمْ وَ عَنْ اَیْمَانِهِمْ وَ عَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ اَکْثَرَهُمْ شَاکِرِیْنَ۝

(بیا به زهٔ راشم دوی ته مخامخ اؤ دَ شا مخې اؤ دَ ښی اړخ اؤ ګس اړخ نه (یعنی هر طرف نه به ېٔ راګېر کړم)۔ نو بیا به تهٔ پهٔ دوی کښې اکثریت شکرګذار بیا نهٔ مومې)۔

دَ هغهٔ دا ګومان صحیح وختو ډېر پهٔ هغهٔ پسې روان شو اؤ لږ غوندې ایماندار پاتی شو ۔

وَ مَا كَانَ لَهٗ عَلَیْهِمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یُّؤْمِنُ بِالْاٰخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِیْ شَكٍّ١ؕ وَ رَبُّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَفِیْظٌ۠۝۲۱

ترجمه: اؤ نهٔ وهٔ دَ هغه (شیطان) پهٔ دوی باندې څهٔ زور مګر دَ دې چې مونږ معلوم کړهٔ هغه څوک چې یقین کوی پهٔ آخرت باندې ۔ جدا دَ هغه کسانو چې پهٔ آخرت کښې ېٔ شک دے ، اؤ ستا پهٔ هر څیز نګهبان دے ۔ ف۳۱

ف۳۱: یعنی دَ شیطان دا قدرت نهٔ وهٔ چې دوی ېٔ پهٔ زور ګمراه کړی وې ۔ البته پهٔ چل ول اؤ مکر فریب ېٔ خطا کوی اؤ دا دومره قدرت مو هم شیطان ته دې دپاره ورکړے وهٔ چې پهٔ بنیادم ازمېښت وشی اؤ پته ولګی چې څوک پهٔ آخرت یقین کوی ، خپل رب یاد لری اؤ دَ شیطان پهٔ لمسون کښې نهٔ راځی اؤ څوک الله هیروی اؤ پهٔ قیامت کښې شک کوی اؤ دَ شیطان پهٔ جال کښې نښلی ۔ دَ الله تعالیٰ کامل حکمت دا غوښته چې بنیادم ته پهٔ دنیا کښې دواړه لارې آزادې پرېږدی چې دې پهٔ خپل فکر کومه لاره غوره کوی ۔ لکه چې مخکښې څو ځایه دَ دې تفصیل شوے دے (نعوذ بالله) دا خبره نهٔ ده چې ګنی الله تعالیٰ ناخبره وهٔ اؤ پهٔ بې خبریٔ کښې ترېنه شیطان بندیان پهٔ غلطو سر کړل ۔ ښهٔ پوهه شیٔ چې الله دَ هر څهٔ نه ښهٔ خبر دے اؤ پهٔ هر څیز دَ الله نظر دے ۔ دَ بنیادم هر حالت اؤ هر کار ورته ښهٔ معلوم دے ۔ بنیادم ته ېٔ دا څومره اختیار چې ورکړے دے پهٔ خپله رضا اؤ دَ خپل کامل حکمت موافق ېٔ ورکړے دے څهٔ دَ کمزوریٔ یا ناپوهیٔ پهٔ وجه ېٔ نهٔ دے ورکړے ۔

قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ۚ لَا یَمْلِكُوْنَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَ لَا فِی الْاَرْضِ وَ مَا لَهُمْ فِیْهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَّ مَا لَهٗ مِنْهُمْ مِّنْ ظَهِیْرٍ۝۲۲

ترجمه: تهٔ ورته ووایه را وبلیٔ هغه ټول پهٔ چا چې تاسو (دَ خدائې) ګومان کویٔ دَ الله نه غیر ، ف۳۲ هغوی مالکان نهٔ دی دَ یوې ذرّې برابر نهٔ پهٔ آسمانونو کښې اؤ نهٔ پهٔ زمکه کښې اؤ نهٔ دَ هغوی پهٔ دې دواړو کښې څهٔ شراکت شته ، اؤ نهٔ پهٔ دې دواړو کښې دَ هغوی څوک مددګار شته ۔

ف۳۲: دَ دې ځائې نه اوس دَ مکّې معظّمې مشرکانو ته خطاب دے ۔ چا ته چې دَ عبرت دپاره دَ قومِ سبا قصه بیان شوه یعنی دَ الله نه غیر چې پهٔ کومو څیزونو تاسو دَ خدائې ګومان کویٔ لږ غوندې پهٔ څهٔ سخته کښې ورته چغې ووهیٔ چې دوی څنګه ستاسو امداد کوی؟

وَ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا لِمَنْ اَذِنَ لَهٗ١ؕ حَتّٰۤی اِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوْبِهِمْ قَالُوْا مَا ذَا١ۙ قَالَ رَبُّكُمْ١ؕ قَالُوا الْحَقَّ١ۚ وَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ۝۲۳

ترجمه: اؤ فائده نهٔ ورکوی سفارش دَ هغهٔ سره مګر هغه چا ته چې اجازت ورکړی ، ف۳۳ تر دې چې کله وار خطائی لرې شی دَ هغوی دَ زړونو نه ، وائی به څهٔ ووې ستاسو رب؟ وبه وائی څهٔ چې حق وو اؤ هم هغه دے دَ ټولو نه پورته لوئے ۔ ف۳۴

ف۳۳: یعنی دا عاجزان به ستاسو څهٔ امداد وکړی چې پهٔ زمکه اؤ آسمان کښې ېٔ دَ یوې ذرې اختیار لاس کښې نشته نهٔ مستقل اؤ نهٔ دَ الله سره پهٔ شراکت ۔ الله تعالیٰ ته دَ هېچا دَ هېڅ امداد ضرورت نشته چې دوی پهٔ امداد څهٔ حق حاصل کړے وې ۔ دَ الله دربار خو هغه لوئے دربار دے چې دَ هېچا دا طاقت نشته چې بې دَ هغهٔ دَ اجازت نه دَ چا سفارش قدرې وکړې شی ۔ دَ لویو لویو رسولانو اؤ فرښتو سفارش به هم صرف دَ هغه کسانو پهٔ حق کښې فائده من وی دَ چا دپاره چې ورته دَ سفارش حکم الله وکړی ۔

ف۳۴: دا دَ فرښتو حال دے چې دَ الله پهٔ دربار کښې هر وخت حاضرې اؤ الله ته ډېرې نژدے اؤ خاصې دی چې کله دَ الله تعالیٰ څهٔ حکم اؤ کلام نازلیږی نو دَ هغې آواز دَ اثر نه فرښتې دَ ډېره هېبته پهٔ رپېدو شی ۔ اؤ پهٔ ثنا و تسبیح ګویا شی، پهٔ سجده پرېوځی بیا کله چې حکم ختم شی نو پهٔ هوش شی دَ یو بل نه تپوس کوی چې الله څهٔ حکم نازل کړو؟ دَ وچتو درجو والا فرښتې لاندینیو ته ووائی چې څهٔ دَ الله دَ حکمت موافق اؤ حق وهٔ اؤ څنګه چې دَ مخکښې نه طریقه معلومه ده ۔ نو کوم ځائې چې دَ رعب اؤ جلال دا حال وی چې مقربې فرښتې دَ حکم اورېدو تاب نهٔ لری نو هلته بې اجازته سفارش کؤلو ته څوک ودرېدے شی؟ دَ دې آیت نور هم ډېر تفسیرونه شوی دی خو حافظ ابن حجرؒ لیکی چې دا نور ټول دَ صحیح احادیثو سره موافق نهٔ دی ۔

قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ قُلِ اللّٰهُ١ۙ وَ اِنَّاۤ اَوْ اِیَّاكُمْ لَعَلٰی هُدًی اَوْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۲۴

ترجمه: تپوس ترې وکړه څوک روزی درکوی تاسو ته دَ آسمانونو اؤ زمکې نه؟ ورته ووایه الله ، ف۳۵ اؤ زهٔ یا تاسو بېشکه پهٔ هدایت یو اؤ یا پهٔ څرګنده ګمراهیٔ کښې پراتهٔ یو ۔ ف۳۶

ف۳۵: یعنی دَ آسمان اؤ زمکې دَ روزیٔ سامان مهیا کؤل خو یواځې دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ۔ دا خبره مشرکانو هم منله ۔ نو اے رسولهﷺ تهٔ ورته ووایه چې هر کله دا تاسو منیٔ نو بیا دَ الله سره شریکان دَ کومې نه راپیدا شو؟

ف۳۶: یعنی دواړه خبرې خو رښتیا کېدے نهٔ شی ۔ نو یوه ډله پکښې رښتونے اؤ بله دروغژنه ده ۔ نو تاسو خپله فکر وکړیٔ چې کومه خبره درته رښتونے ښکاره شوه هغه قبوله کړیٔ ۔ پهٔ دې کښې دَ هغې خلقو دَ خبرو ځواب دے چا چې به وې دا خبرې خو پخوا راسې دغه شان کیږی (څوک وائی الله یو دے اؤ څوک ورسره شریکان هم منی) نو پهٔ دې کښې دَ جګړې څهٔ خبره ده هره ډله دې پهٔ آرام خپل خپل کار کوی ۔ نو دې کښې وښیٔلې شوه چې دواړه ډلې خو پهٔ حقه کېدے نهٔ شی، ضرور یوه پهٔ حقه ده اؤ بله ګمراه ۔ باقی حقه خبره نهٔ متعینه کؤلو کښې دا حکمت دے چې مخالف ته دَ سوچ کؤلو موقع ورکړې شوے ده چې پهٔ واقعاتو اؤ دلائلو سوچ وکړی نو خپله به ورته حقه خبره واضحه شی اؤ بیا به ورته پهٔ منلو کښې څهٔ اشکال نهٔ وی ۔ دا پهٔ ښهٔ طریقه اؤ نرمیٔ سره تبلیغ دے ۔

قُلْ لَّا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّاۤ اَجْرَمْنَا وَ لَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۝۲۵

ترجمه: تهٔ ورته ووایه ، تاسو نه به تپوس نهٔ کیږی دَ هغه ګناهونو چې مونږ کړی دی ، اؤ زمونږ نه به تپوس نهٔ کیږی دَ ستاسو دَ ګناهونو کؤلو،

قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ١ؕ وَ هُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِیْمُ۝۲۶

ترجمه: تهٔ ووایه راجمع کوی به مونږ ټول زمونږ رب ، بیا به فیصله کوی زمونږ ترمینځه پهٔ انصاف ، اؤ هم هغه دے فیصله کؤنکے پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر، ف۳۷

ف۳۷: یعنی هر چا ته دَ خپل انجام غم پکار دے ۔ هلته به هېڅ څوک دَ بل پېټې نهٔ شی پورته کؤلے ۔ هر سړے به دَ خپل عمل ذمه وار وی ۔ کهٔ دَ دې دومره واضحو خبرو نه پس هم تاسو پهٔ خپل حالت غور نهٔ کویٔ اؤ دَ آخرت تیارے نهٔ کویٔ نو ذمه واری مو پهٔ خپل سر ده ، ما خپله غاړه خلاصه کړه ، ښهٔ بد مې درته واضح کړل ۔ اوس زما اؤ ستاسو ترمینځه څهٔ پاتی نهٔ شو ۔ آخرت به پهٔ خپل خپل سر وی ، هلته څوک دَ یو بل مدد نهٔ شی کؤلے ۔ الله تعالیٰ به ټول مخلوق راجمع کړی اؤ پهٔ انصاف به فیصله وکړی ۔ هر چا ته به دَ خپل عمل نتیجه ورسی ۔

قُلْ اَرُوْنِیَ الَّذِیْنَ اَلْحَقْتُمْ بِهٖ شُرَكَآءَ كَلَّا١ؕ بَلْ هُوَ اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۲۷

ترجمه: ووایه ما ته وښیٔ هغه کسان چې تاسو ېٔ یوځائې کویٔ الله سره شریکان ، ف۳۸ هرګز داسې نهٔ ده بلکې هم هغه الله دے زبردست دَ حکمتونو خاوند، ف۳۹

ف۳۸: یعنی لږ مخامخ خو ېٔ کړیٔ چې زهٔ ېٔ ووینم څوک دَ الله سره دَ شراکت قابل دی ۔ تاسو به دغه بې ساه بتان پیش کویٔ چې هېڅ حرکت اؤ اختیار نهٔ لری؟ (آیا دا څیزونه دَ خداییٔ قابل دی؟)

ف۳۹: یعنی هرګز تاسو څوک نهٔ شیٔ پیش کؤلے ۔ الله خو هم هغه یو دے چې زبردست پهٔ هر چا غالب دَ حکمتونو اؤ قدرتونو مالک دے ۔ نور ټول دَ هغهٔ تابع اؤ مغلوب اؤ مجبور عاجزه دی ۔

وَ مَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِیْرًا وَّ نَذِیْرًا وَّ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۲۸

ترجمه: اؤ تهٔ خو مونږ راستؤلے ئ ټولو خلقو ته زېرے ورکؤنکے اؤ ویرؤنکے لېکن ډېر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۴۰

ف۴۰: دا توحید سره دَ رسالت ذکر دے چې ستا دَ راستؤلو غرض دا دے چې یواځې عرب نه ، دَ دنیا تمام بنیادم دَ ښهٔ بد نه خبر کړې نو تا خپل کار پوره کړو اوس چې څوک پرې ځان نهٔ پوه کوی نو دَ هغوی زده اؤ دَ هغوی دَ کار تا خپله غاړه خلاصه کړه ۔ پوهه کسان خو به پهٔ خپلو ښو بدو سوچ وکړی اؤ ستا خبره به ومنی ۔ البته دنیا دَ کم عقلو اؤ جاهلانو نه ډکه ده ۔ هغوی دومره سوچ کله کؤلے شی چې ښهٔ بد وپېژنی ۔

وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۲۹

ترجمه: اؤ وائی کله به وی دا وعده کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی تهٔ چې مونږ دَ کوم ساعت (قیامت) نه ویروې دا به کله وی صحیح وخت ېٔ راته وښیه اؤ کهٔ تهٔ رښتیا وائې نو دغه وخت ژر راوله چې مونږ ته پته ولګی ۔

قُلْ لَّكُمْ مِّیْعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَاْخِرُوْنَ عَنْهُ سَاعَةً وَّ لَا تَسْتَقْدِمُوْنَ۠۝۳۰

ترجمه: ووایه تاسو سره نېټه ده دَ داسې ورځې چې نهٔ به ترې وروستو کېږیٔ یو ساعت اؤ نهٔ به وړاندې کېږیٔ ۔ ف۴۲

ف۴۲: یعنی تلوار مهٔ کویٔ ، دغه ورځ به پهٔ خپله نېټه ضرور راځی ۔ دَ هغې دپاره چې کوم وخت الله مقرر کړے دے دَ هغې نه به نهٔ یو منټ وړاندې راځی اؤ نهٔ وروستو نو بیا هسې دَ شور کؤلو څهٔ حاجت دے؟ خو ځان ورته تیار وساتیٔ ۔ (چې بیا ارمان نهٔ کویٔ)۔۔

وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ بِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَ لَا بِالَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ١ؕ وَ لَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ مَوْقُوْفُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ۖۚ یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضِ اِ۟لْقَوْلَ١ۚ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لَوْ لَاۤ اَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِیْنَ۝۳۱

ترجمه: اؤ وائی منکران مونږ به هرګز ونهٔ منو دا قرآن اؤ نهٔ هغه (کتابونه) چې دَ دې نه مخکښې دی ۔ ف۴۳ اؤ کهٔ تهٔ ووینې چې دا ظالمان به ودرؤلی شی دَ خپل رب مخکښې ور اچوی به پهٔ یو بل خبره ۔ ف۴۴ وائی به کمزوری کسان هغه کسانو ته چې کبر ېٔ کؤلو کهٔ تاسو نهٔ ویٔ نو مونږ به ایماندار وو ۔ ف۴۵

ف۴۳: یعنی مونږ نهٔ قرآن منو اؤ نهٔ نور آسمانی کتابونه توریٰت اؤ انجیل ۔ دا ټول یو څیز دے ، هر یو چې ګورې نو دغه توحید ، حساب کتاب اؤ دَ قیامت خبرې به وی پکښې اؤ دا څیز مونږ منلې نهٔ شو ۔

ف۴۴: څنګه چې اکثر دَ ناکامیابیٔ پهٔ وخت کیږی چې هر یو ملامته پهٔ بل اړوی ۔ پهٔ قیامت کښې به هم کافران یو بل ملامته کوی ۔ تفصیل ېٔ مخکښې راځی ۔

ف۴۵: پهٔ دنیا کښې چې کوم کسان دَ لاندې درجې وو اؤ پهٔ خپلو سردارانو پسې روان وو هغوی به پهٔ خپلو مشرانو اؤ سردارانو الزام لګوی چې ستاسو دَ لاسه تباه شو کهٔ تاسو نهٔ منع کؤلے نو مونږ به ضرور دَ پېغمبر خبره منلې وه اؤ دَ دې عذاب نه به بچ وو ۔

قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْۤا اَنَحْنُ صَدَدْنٰكُمْ عَنِ الْهُدٰی بَعْدَ اِذْ جَآءَكُمْ بَلْ كُنْتُمْ مُّجْرِمِیْنَ۝۳۲

ترجمه: وائی به هغه کسان چې کبر ېٔ کؤلو کمزوریو کسانو ته ولې مونږ منع کړی ویٔ دَ حق منلو نه؟ تاسو ته دَ را رسېدو نه پس ، بلکې هم تاسو مجرمان ویٔ۔ ف۴۶

ف۴۶: یعنی هر کله چې تاسو پوهه شوی ویٔ چې دَ پېغمبر خبره حقه ده نو بیا مو منله ولې نه؟ مونږ خو پهٔ زور ستاسو زړونه دَ ایمان نه بند کړی نهٔ وو ۔ تاسو ته پکار وه چې دَ حق پهٔ مقابله کښې مو دَ هېچا پرواه نهٔ وې کړے ۔ اوس الزام پهٔ بل ولې لګویٔ ، قصور مو خپل دے ۔

وَ قَالَ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا بَلْ مَكْرُ الَّیْلِ وَ النَّهَارِ اِذْ تَاْمُرُوْنَنَاۤ اَنْ نَّكْفُرَ بِاللّٰهِ وَ نَجْعَلَ لَهٗۤ اَنْدَادًا١ؕ وَ اَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ١ؕ وَ جَعَلْنَا الْاَغْلٰلَ فِیْۤ اَعْنَاقِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ؕ هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۳۳

ترجمه: اؤ وائی به کمزوری کسان کبرژنو ته داسې نهٔ ده بلکې مونږ (منع کړی وو) دَ شپې اؤ ورځې فریب ، چې تاسو به حکم راکؤلو چې مونږ ونهٔ منو یو الله اؤ جوړ کړو دَ هغهٔ سره شریکان ف۴۷ اؤ پټ پټ پښېمانه کېدل کوم وخت چې ېٔ ولیدو عذاب ف۴۸ اؤ واچؤل مونږ طوقونه دَ کافرانو پهٔ څټونو کښې ، ف۴۹ هم هغه بدله مومی څهٔ عمل چې ېٔ کړے وهٔ ۔ ف۵۰

ف۴۷: یعنی بېشکه تاسو خو پهٔ زور نهٔ وو منع کړی لېکن شپه ورځ مو راته وې چې دَ پېغمبر خبره مهٔ منیٔ الله یو نهٔ دے دا نور ورسره شریکان دی نو ستاسو دَ هر وخت خبرو پهٔ مونږ اثر وکړو اؤ مونږ ېٔ خطا کړو ۔ (دَ پېغمبر خبره مو ونهٔ منله اؤ ستاسو پهٔ قدم روان شو نو پهٔ غم اخته شو)۔

ف۴۸: یعنی کله چې سخت عذاب ووینی نو دَ سردارانو اؤ دَ تابعدارو ټولو به یقین وشی چې مونږ پهٔ خطا یو ۔ پهٔ زړهٔ زړهٔ کښې به پهٔ خپلو کارونو ستومانه وی خو دَ شرمه به یو بل ته حال نهٔ وائی ۔ اؤ شاید چې دَ ډېره هېبته غږ نهٔ شی کؤلے ۔

ف۴۹: دَ کافرانو پهٔ غاړو کښې به طوقونه وی اؤ پهٔ لاسو ښپو کښې زنځیرونه دغه شان به ېٔ تړلی دوزخ ته روان کړی وی ۔

ف۵۰: یعنی څهٔ عمل چې مو کړے دے دَ هغې سزا اوس پهٔ دغه شکل ظاهریږی چې څهٔ کرې هغه به رېبې ۔

وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ١ۙ اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ۝۳۴

ترجمه: اؤ نهٔ دے استؤلے مونږ هېڅ کلی ته یو ویروؤنکے مګر وئیلی دی دَ هغې خوشحالو خلقو ، څهٔ چې ستاسو پهٔ لاس راستؤلی شوی دی مونږ دا نهٔ منو ، ف۵۱

ف۵۱: دا حضور اکرمﷺ ته تسلّی ده چې کهٔ دَ مکّې سرداران ستا نافرمانی کوی نو خفه کېږه مه پهٔ هره زمانه کښې مالدارو دَ پېغمبرانو سره دغه چل کړے دے ۔ دَ دولت کبر اؤ دَ طاقت نشه بنیادم ړوند کړی ، هغه دَ کمزوری کسانو سره مجلس کښې یو شان ناستے اؤ دَ بل چا خبره منل نهٔ شی زغملې ځکه دَ ټولو نه اول دَ پېغمبرانو خبره کمزوری اؤ غریبان منی لکه دَ هرقل پهٔ حدیث کښې چې ذکر دے ۔

وَ قَالُوْا نَحْنُ اَكْثَرُ اَمْوَالًا وَّ اَوْلَادًا١ۙ وَّ مَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ۝۳۵

ترجمه: اؤ وېٔ وئیل مونږ زیات یو پهٔ مال کښې اؤ پهٔ اولاد کښې اؤ پهٔ مونږ هېڅ مصیبت راتلونکے نهٔ دے ۔ ف۵۲

ف۵۲: مالدار خلق دا وائی چې مونږ ته الله پاک مال اؤ اولاد دَ نورو نه زیات راکړے دے نو معلومیږی دا چې زمونږ نه راضی دے اؤ هر کله چې الله رانه راضی دے نو بیا دَ عذاب دپکې فضول دی پهٔ مونږ عذاب هېچرې هم نه راځی ۔

قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یَقْدِرُ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۠۝۳۶

ترجمه: ووایه هم زما رب دے چې فراخه روزی ورکوی چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ پهٔ اندازه ورکوی ، لېکن ډېر خلق نهٔ یوهیږی ۔ ف۵۳

ف۵۳: یعنی دَ رزق فراخی یا تنګسیا دَ الله تعالیٰ دَ خوشحالیٔ یا ناراضیٔ دلیل نهٔ دے تاسو ګوریٔ نه چې ډېر ناکاره ، وران کاری اؤ بې مذهبه خلق څنګه پهٔ دنیا کښې مزې کوی سره دَ دې چې یو مذهب هم داسې خلقو ته ښهٔ نهٔ وائی ۔ اؤ ډېر دَ الله منونکی پرهېزګاره اؤ عبادت ګذاره کسان پهٔ ظاهره پهٔ تنګسیا کښې وی ۔ لوږې تندې تېروی اؤ دَ فقیریٔ ژوند ېٔ وی ۔ نو معلومه شوه چې دَ رزق فراخی اؤ تنګی دَ الله دَ راضی کېدو یا ناراضه کېدو پهٔ وجه نهٔ ده ۔ دا معاملات څهٔ پهٔ نورو حکمتونو مبنی دی چې هغه یو الله ته معلوم دی لېکن ډېر خلق پهٔ دې راز نهٔ پوهیږی ۔

وَ مَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَ لَاۤ اَوْلَادُكُمْ بِالَّتِیْ تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفٰۤی اِلَّا مَنْ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا١٘ فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَزَآءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوْا وَ هُمْ فِی الْغُرُفٰتِ اٰمِنُوْنَ۝۳۷

ترجمه: اؤ نهٔ دے ستاسو مال اؤ نهٔ اولاد (داسې) چې نژدے کړی مونږ سره ستاسو درجه ، لېکن چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک عمل ېٔ وکړو ، ف۵۴ نو دغه کسانو دپاره ده دوچنده بدله دَ هغو دَ کړی کارونو ف۵۵ اؤ دوی به پهٔ بالاخانو کښې پهٔ اطمینان ناست وی ،

ف۵۴: یعنی دَ مال اؤ اولاد ډېر والې الله ته دَ قرب اؤ مقبول کېدو علامه نهٔ ده څنګه چې مخکښې آیت کښې بیان شو اؤ نهٔ دَ قرب حاصلؤلو ذریعه ده بلکې دا دَ کافرانو دپاره نور هم دَ الله دَ رحمت نه دَ لرې کېدو ذریعه ده ۔ البته مسلمان کهٔ خپل مال دولت دَ نیکیٔ پهٔ کارونو لګوی اؤ خپل اولاد ته ښهٔ تربیت ورکړی پهٔ نیکه لار ېٔ را واړوی ۔ نو دغه مال اؤ اولاد ته دَ قرب ذریعه جوړېدې شی ۔ بهرحال دَ الله سره دَ مال اؤ اولاد هېڅ قدر نشته دَ ایمان اؤ نیک عمل قدر دے ۔

ف۵۵: یعنی کوم کار چې دَ څومره اجر حق لری دَ هغې نه زیات اجر به ورکؤلے شی کم نه کم لس چنده اؤ زیات ووه سوه چنده بلکې کهٔ الله وغواړی نو دومره زیات به ورکړی چې څهٔ حد ېٔ نهٔ وی ۔ دلته دَ ضعف نه مطلب محض زیاتے دے ۔ خالص دوچند نهٔ دے زیات هر څومره چنده چې الله ته منظور وی ۔

وَ الَّذِیْنَ یَسْعَوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ۝۳۸

ترجمه: اؤ کوم کسان چې کوشش کوی زمونږ دَ آیتونو عاجزه کؤلو کښې ، دغه کسان به عذاب ته تړلی راوستې شی ، ف۵۶

ف۵۶: یعنی کوم بدبخته چې دَ الله دَ آیتونو منلو نه انکار کوی اؤ نور خلق ترې هم منع کوی آیا دَ هغوی دا خیال دے چې مونږ به الله اؤ رسول ته شکست ورکړو هېچرې نه ۔ دا ټول به دوزخ ته تړلی راوستے شی یو هم دَ بچ کېدو نهٔ دے ۔

قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَ یَقْدِرُ لَهٗ١ؕ وَ مَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَهُوَ یُخْلِفُهٗ١ۚ وَ هُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ۝۳۹

ترجمه: ورته ووایه هم زما رب دے فراخه ورکوی روزی چا له چې وغواړی پهٔ خپلو بندګانو کښې اؤ پهٔ اندازه ورکوی ، اؤ تاسو چې څهٔ شے خرچ کویٔ نو هغه دَ هغې بدله درکوی ، اؤ هغه بهترین روزی رسان دے، ف۵۷

ف۵۷: دا مسلمانانو ته اورؤلی شی چې تاسو دَ نیکیٔ پهٔ کار کښې خرچ کؤلو پهٔ وخت دَ مال دَ کمی اؤ دَ رزق دَ تنګیٔ فکر مهٔ کویٔ ۔ څهٔ چې مو پهٔ قسمت کښې وی هغه به ضرور در رسی ۔ رزق دَ الله پهٔ لاس کښې دے اؤ هغه دَ خپل کامل حکمت موافق چا ته چې ېٔ څومره خوښه وی ورکوی پهٔ خرچ کؤلو پکښې څهٔ فرق نهٔ راځی ۔ بلکې دَ الله دپاره خرچ کښې دَ مال برکت زیاتیږی اؤ الله پاک دَ هغې عوض پهٔ دنیا کښې هم ورکوی دَ مال پهٔ شکل کښې وی اؤ کهٔ دَ قناعت اؤ دَ غنی زړهٔ پهٔ شکل کښې وی اؤ پهٔ آخرت کښې بدله خو یقینی ده ۔ غرض دا چې دَ الله سره دَ څهٔ کمے نشته ۔ نو مسلمان ته پکار دی چې پهٔ خپل رب ېٔ پوخ باور وی اؤ دَ هغهٔ دَ رضا دپاره مال خرچ کؤلو کښې دَ رزق دَ تنګسیا خیال زړهٔ کښې نهٔ راولی ۔ پهٔ دې آیت کښې دې طرف ته هم اشاره ده چې څنګه پهٔ دنیا کښې دَ رزق دَ تنګیٔ اؤ فراخیٔ پهٔ اعتبار درجو کښې فرق دے ۔ دغه شان پهٔ آخرت کښې هم دَ ثواب اؤ عذاب پهٔ لحاظ مختلفې درجې وی ۔

وَ یَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ یَقُوْلُ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اَهٰۤؤُلَآءِ اِیَّاكُمْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ۝۴۰

ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به راجمع کړی دا ټول ، بیا به ووائی فرښتو ته آیا دا هغه کسان دی چې ستاسو عبادت ېٔ کؤلو، ف۵۸

ف۵۸: ډېرو مشرکانو به فرښتو ته دَ الله لوڼه وې اؤ ډېرو کفارو به دَ فرښتو پهٔ شکل بتان جوړ کړی وو ۔ سجده به ېٔ ورته کؤله بلکې ځنو عالمانو لیکلی دی چې دَ بتانو عبادت دَ فرښتو دَ عبادت نه شروع شوے دے اؤ عَمْرو بن لُحٰی نومې یو سړی دا خراب رسم دَ شام دَ ملک نه حجاز ته راؤړے وهٔ ۔ بهرحال دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ کفارو مخکښې دَ فرښتو نه دا تپوس کیږی چې دې خلقو ستاسو عبادت کؤلو؟ غرض ېٔ دا دے چې چرته تاسو خو ورته دا خبره نهٔ ده ښودلے یا تاسو دَ دوی پهٔ دې عمل خوشحالې خو نهٔ ویٔ؟ لکه دَ حضرت عیسٰی عليه السّلام نه چې به تپوس کیږی چې تا دې خلقو ته وئیلی وو چې ما اؤ زما مور پهٔ خداییٔ ومنیٔ؟

أَ اَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُوْنِیْ وَ اُمِّیَ اِلٰهَیْنِ مِنْ دُوْنِ اللهِ“ (سورتِ مائده ، رکوع ۱۶)

اؤ پهٔ سورتِ فرقان کښې دی:

أَ اَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰؤُلَآءِ

(آیا تاسو زما دا بندیان ګمراه کړی دی) (سورتِ فرقان ، رکوع ۲)

قَالُوْا سُبْحٰنَكَ اَنْتَ وَلِیُّنَا مِنْ دُوْنِهِمْ١ۚ بَلْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ الْجِنَّ١ۚ اَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُّؤْمِنُوْنَ۝۴۱

ترجمه: هغوی به ووائی پاک دے ذات ستا مونږ خو دَ ستا پهٔ طرف یُو ، نه دَ دوی پهٔ طرف ، نه بلکې دوی خو دَ پېریانو عبادت کؤلو ، پهٔ دوی کښې ډېرو هم پهٔ دې (پېریانو) یقین لرلو ۔ ف۵۹

ف۵۹: یعنی اے الله ستا ذات دَ هر قسم شرک نه پاک دے (نعوذ بالله) مونږ به ولې دوی ته داسې خبره کؤله؟ یا به پهٔ داسې خرابه خبره خوشحالېدو؟ مونږ خو ستا دَ رضا تابع یو ۔ دَ دې مجرمانو سره مو هېڅ تعلق نشته ۔ دې ظالمانو خو نوم زمونږ اخستو اؤ عبادت ېٔ دَ شیطان کؤلو ۔ پهٔ شیطان ېٔ عقیده وه هغهٔ چې به کوم خوا روانؤل هغې خوا ته به تلل ۔ کله دَ چا نبی یا ولی پهٔ نوم بلکې ځنو خو پهٔ څرګنده دَ شیطان عبادت کؤلو لکه څنګه چې مخکښې غالبًا پهٔ سورتِ انعام کښې لیکلی شوی دی۔

فَالْیَوْمَ لَا یَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَّ لَا ضَرًّا١ؕ وَ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ۝۴۲

ترجمه: نو (اے کافرانو) نن تاسو مالکان نهٔ ییٔ یو بل ته دَ څهٔ فائدې رسؤلو اؤ نهٔ دَ څهٔ نقصان رسؤلو ، ف۶۰ اؤ مونږ به ووایو کافرانو ته چې څکیٔ اوس خوند دَ هغه اور دَ عذاب چې تاسو دروغ ګڼلو،

ف۶۰: یعنی نن دَ عابد اؤ معبود دواړو حال څرګند شو چې هېڅوک هم چا ته یو ذرّه نفع یا نقصان نهٔ شی رسؤلے، کوم باطل معبودان چې تاسو نیولی وو نن درنه دَ سختې پهٔ وخت دا دی بیزاره اؤ انکاری دی ۔

وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا رَجُلٌ یُّرِیْدُ اَنْ یَّصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُكُمْ١ۚ وَ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكٌ مُّفْتَرًی١ؕ وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ١ۙ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ۝۴۳

ترجمه: اؤ کله چې واورؤلے شی دوی ته زمونږ صفا اؤ واضح آیتونه نو وائی نور هېڅ نهٔ دی خو دا یو سړے دے دا غواړی چې تاسو منع کړی دَ هغه څیزونو دَ عبادت نه چې ستاسو پلار نیکهٔ ېٔ عبادت کؤلو ، ف۶۱ اؤ وائی ، نور هېڅ نهٔ دی خو دا یو دروغ دی دَ ځان نه جوړ شوی، ف۶۲ اؤ وائی کافران حقې خبرې ته کله چې ور ورسی دا نور هېڅ نهٔ دی خو یو څرګند جادو دے ۔ ف۶۳

ف۶۱: کفارو به دَ رسول اکرمﷺ پهٔ نسبت وې چې نبی یا رسولﷺ هېڅ هم نهٔ دے خو مونږ دَ پلار نیکهٔ دَ لارې نه اړوی اؤ خلق دَ ځان پسې کوی ۔ دا نوے لار ېٔ دې دپاره جوړه کړے ده چې ځان له خپل حکومت اؤ سرداری غواړی ۔

ف۶۲: کفارو به وې چې قرآن پهٔ رښتیا دَ الله کلام نهٔ دے (نعوذ بالله) دا خو ېٔ دَ خپلې سرداریٔ جوړؤلو دپاره دَ ځان نه څهٔ دروغ خبرې جوړې کړی دی خلق پرې ځان ته را اړوی ۔

ف۶۳: کفارو به وې چې دا دَ نبوت دعویٰ اؤ ورسره معجزې اؤ یو څو ناشنا کارونه یا دَ اسلام مذهب چې ښځه خاوند ، پلار ځوئے اؤ ورور خور ېٔ سره بیل بیل کړل یا دَ قرآن دا تاثیر چې دَ خلقو زړونه ځان ته راکاږی ۔ دَ صفا جادو نه سوا نور هېڅ هم نهٔ دی ۔ (نعوذ بالله)

وَ مَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ كُتُبٍ یَّدْرُسُوْنَهَا وَ مَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَّذِیْرٍؕ۝۴۴

ترجمه: اؤ مونږ نهٔ دی ورکړی دوی ته څهٔ کتابونه چې دوی ېٔ لولی اؤ نهٔ دے راستؤلے مونږ دوی ته ستا نه مخکښې څوک ویرؤنکے ۔ ف۶۴

ف۶۴: یعنی دا مشرکان خالص جاهلان وو ، نهٔ ورسره چرته یو آسمانی کتاب وهٔ اؤ نهٔ دَ رسول اکرمﷺ نه مخکښې ډېرې مودې راسې پهٔ دې علاقه کښې څوک نبی راغلے وهٔ چې هدایت ېٔ ورته کړے وې ۔ الله تعالیٰ پهٔ داسې جاهلانو دومره لوئے فضل وکړو چې داسې عظیم الشان پېغمبر اؤ داسې کامل کتاب ېٔ ورته را واستلو نو دوی ته خو پکار وو چې دَ دې نعمت قدر ېٔ کړے وې اؤ پهٔ سر سترګو ېٔ قبول کړے وې ۔ اؤ دَ دې نه مخکښې به خپله دې مشرکانو وې کهٔ مونږ ته پېغمبر راغلے وې یا راته کتاب راکړې شوے وې نو مونږ به ېٔ دَ ټولو قومونو نه زیاته تابعداری کړے وه ۔ نو اوس چې ورته پېغمبر اؤ کتاب راغلو نو تابعداری ېٔ نهٔ کوی انکار ترې کوی ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې مونږ ورته داسې کتاب یا داسې هادی نهٔ دے راستؤلے چې دَ هغهٔ تعلیم دَ رسول اکرمﷺ دَ تعلیم نه بل شان وهٔ نو دوی بیا پهٔ څهٔ دلیل دَ رسول اکرمﷺ تعلیم ته غلط وائی؟ (دلیل ورسره هېڅ نشته نهٔ عقلی اؤ نهٔ نقلی خو هسې ضد اؤ جهالت کوی)۔

وَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ۙ وَ مَا بَلَغُوْا مِعْشَارَ مَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ فَكَذَّبُوْا رُسُلِیْ١۫ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ۠۝۴۵

ترجمه: اؤ دروغ ګڼلی وو دَ دوی نه مخکښې قومونو ، اؤ دوی نهٔ دی رسېدلی دَ هغې لسمې برخې ته څهٔ چې مو هغوی ته ورکړی وو ، دروغژن ېٔ وګڼل زمونږ رسولان ، نو څنګه وهٔ زما انکار، ف۶۵

ف۶۵: یعنی څومره ووږدهٔ عمرونه اؤ جسمانی طاقت اؤ مال دولت چې هغوی ته ورکړې شوے وهٔ تاسو ته دَ هغې لسمه برخه هم نهٔ دے درکړې شوے لېکن کله چې هغوی دَ پېغمبرانو خلاف وکړل اؤ پېغمبران ېٔ دروغژن وګڼل نو وګوریٔ چې انجام ېٔ څهٔ شو یو منټ ېٔ هم دَ الله عذاب منع نهٔ کړې شو اؤ نهٔ ېٔ ترې ځان وساتلې شو نو تاسو پهٔ څهٔ طاقت دومره نشه کویٔ؟

قُلْ اِنَّمَاۤ اَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ١ۚ اَنْ تَقُوْمُوْا لِلّٰهِ مَثْنٰی وَ فُرَادٰی ثُمَّ تَتَفَكَّرُوْا١۫ مَا بِصَاحِبِكُمْ مِّنْ جِنَّةٍ١ؕ اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ لَّكُمْ بَیْنَ یَدَیْ عَذَابٍ شَدِیْدٍ۝۴۶

ترجمه: تهٔ ورته ووایه زهٔ تاسو ته دا یو نصیحت کوم چې ودرېږیٔ دَ الله پهٔ نوم دوه دوه اؤ یو یو بیا سوچ وکړیٔ ، چې نهٔ دے ستاسو دا ملګرے سودائی ، دې خو ستاسو ویرؤنکے دے مخکښې دَ راتلو دَ یو سخت عذاب نه ، ف۶۶

ف۶۶: یعنی هسې ضد اؤ عناد پرېږدیٔ ، دَ الله دپاره پاڅیٔ ، یو یو ، دوه دوه ځان ته شیٔ ، یو بل سره مشوره وکړیٔ اؤ پهٔ خپلو زړونو کښې سوچ وکړیٔ چې دا پېغمبرﷺ چې څلویښت کاله ژوند ېٔ ستاسو پهٔ مینځ کښې تېر کړے دے دَ وړوکوالی اؤ ځوانیٔ ټول حالات ېٔ تاسو ته معلوم دی ۔ دَ امانت اؤ صداقت ېٔ تاسو خپله اقرار کویٔ ۔ پهٔ ټول عمر کښې ورباندې دَ دروغو یا نفس پرستیٔ اؤ ذاتی اغراضو څهٔ الزام نشته ۔ نو خپله سوچ وکړیٔ چې دا پهٔ دهٔ ناڅاپی څهٔ چل وشو چې ټول قوم ېٔ دَ ځان مخالف کړو ۔ لېونے شوے خو نهٔ دے ځکه چې لېونے داسې دَ عقل اؤ هوښیارتیا پخې خبرې نهٔ شی کؤلے ۔ دې ستاسو خیرخواهی کوی ۔ دَ تېرو قومونو تاریخی حالات درته بیانوی دَ مستقبل دَ تباهیٔ نه مو بچ کؤل غواړی اؤ پهٔ پخو دلیلونو درته دَ دنیا اؤ آخرت دَ کامیابیٔ لار ښئی ۔ دا کارونه دَ لېونو نهٔ دی ۔ دا دَ غټو غټو پېغمبرانو کارونه دی چې ټول عمر دغسې جاهلانو پهٔ لېونو بللی دی ۔ (اؤ پهٔ نتیجه کښې ېٔ تباهی اؤ هلاکت موندې دے)۔

قُلْ مَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ١ؕ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ١ۚ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ۝۴۷

ترجمه: ووایه ، کهٔ ما ستاسو نه غوښتې وی څهٔ بدله (پهٔ دې نصیحت) نو هغه ځان سره کېږدیٔ زما بدله خو پهٔ هغه الله ده ف۶۷ اؤ دَ هغهٔ پهٔ مخکښې دے هر څیز، ف۶۸

ف۶۷: یعنی زهٔ چې ستاسو کومه خیرخواهی کؤم اؤ ستاسو پهٔ پوهه کؤلو کومه خواری اؤ محنت کؤم دَ دې زهٔ ستاسو نه څهٔ عوض نهٔ غواړم اؤ کهٔ ستاسو دا خیال وی چې دې به رانه څهٔ غواړی نو هغه څهٔ چې راکویٔ هغه کور کېږدیٔ زما نهٔ دی پکار ما ته به دَ دې محنت اجر خپل رب راکوی ۔ ستاسو نه چې زهٔ څهٔ شے غواړم یعنی ایمان اؤ اسلام نو هغه هم ستاسو دَ خیر دپاره غواړم ما ته ېٔ څهٔ خیر نشته ۔

ف۶۸: یعنی زما صداقت اؤ روغ نیتی الله ته معلومه ده ۔

قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَقْذِفُ بِالْحَقِّ١ۚ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ۝۴۸

ترجمه: ورته ووایه بېشکه زما رب راغورزوی (تاسو ته) رښتونے دین اؤ هغهٔ ته معلوم دی پټ څیزونه ۔ ف۶۹

ف۶۹: یعنی دَ بره نه درباندې دَ وحې پهٔ ذریعه دَ رحمت باران وروی ، دَ دې موقعې نه فائده واخلیٔ ۔

څومره پهٔ طاقت چې الله تعالیٰ حق دَ باطل دپاسه راغورزوی دَ دې نه خپله اندازه ولګویٔ چې دې طاقت ته باطل کله ټینګېدے شی ۔ ضرور به ختمیږی اؤ پهٔ ټوله دنیا به دَ حق غلبه راځی ۔ هغه پهٔ هر څهٔ خبردار رب عین پهٔ موقع حق دَ باطل دَ کپرې ماتؤلو دپاره راستؤلے دے ۔ ”بَلْ نَقْذِفُ بَالْحَقِّ عَلَی الْبَاطِلِ فَیَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ ؕ ۔

(زمونږ ور اولو حق پهٔ باطل باندې نو هغه وچقوی نو ورک شی)

قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَ مَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَ مَا یُعِیْدُ۝۴۹

ترجمه: ووایه راغلو رښتونے دین ، اؤ دروغ خو نهٔ څهٔ څیز پیدا کؤلے شی اؤ نهٔ ېٔ دوباره راګرزؤلے شی ، ف۷۰

ف۷۰: یعنی حق دین را ورسېدو دَ دې مقابله هېڅوک نهٔ شی کؤلے ۔ حق به غالب کیږی اؤ باطل مغلوب ۔ دروغ دَ رښتیاؤ مخې ته کله راتلې شی ۔

دَ مکّې معظّمې دَ فتحې پهٔ ورځ حضور اکرمﷺ بار بار دَ دې آیت تلاوت کؤلو ۔

قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ١ۚ وَ اِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ١ؕ اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ۝۵۰

ترجمه: ووایه کهٔ زهٔ خطا شوے یم نو خطا شوے یم خپل نقصان ته اؤ کهٔ پهٔ سمه لار یم نو پهٔ سبب دَ هغه وحې چې راستوی ېٔ ما ته خپل رب ، بېشکه هغه هر څهٔ اوری نژدے دے ۔ ف۷۱

ف۷۱: یعنی کهٔ ما دا خبرې دَ ځان نه جوړې کړے وې نو تر کومې به چلېدے؟ (دَ دروغو مزل لنډ وی) پهٔ دې کښې خو هم زما نقصان وهٔ چې پهٔ دنیا کښې مې هم دَ خلقو دښمنی پهٔ سر واخسته اؤ پهٔ آخرت کښې به هم شرمېدم (نعوذ بالله) نو کهٔ زهٔ پهٔ سمه لار یم لکه چې یم نو پوهه شیٔ چې دا دَ الله امداد اؤ دَ الله دَ وحې طاقت اؤ برکت دے ۔ زما رب هر څهٔ اوری اؤ ما سره ډېر نژدے دے ، هر وخت دَ هغهٔ امداد زما ملګرے دے نو هغه به ضرور خپل پېغام پهٔ دنیا کښې روښانه کوی تاسو ېٔ منیٔ اؤ کهٔ نه ۔

وَ لَوْ تَرٰۤی اِذْ فَزِعُوْا فَلَا فَوْتَ وَ اُخِذُوْا مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍۙ۝۵۱

ترجمه: اؤ کهٔ تا ولیدل کله چې دوی وویریږی اؤ پهٔ تېښته نهٔ شی خلاصېدے اؤ نیولی راوستې شی دَ ځائې نژدے نه ،ف۷۲

ف۷۲: یعنی اوس خو کافران لافې وهی نو هغه وخت به عجیبه تماشه وی چې دَ هېبته چرته دَ تېښتې لار نهٔ مومی اؤ چرته لرې لټؤل به نهٔ غواړی هم دَ خپل خپل ځائې نه به تړلی راوستے شی ۔

وَّ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖ١ۚ وَ اَنّٰی لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَّكَانٍۭ بَعِیْدٍۚۖ۝۵۲

ترجمه: اؤ وائی به مونږ پرې یقین وکړو اؤ اوس ېٔ کله لاس رسېدے شی دَ دومره لرې نه ، ف۷۳

ف۷۳: دا خلق چې دَ قیامت سخته ووینی نو چغې به وهی چې دَ پېغمبر پهٔ خبرو مو اوس یقین وشو هغهٔ خو رښتیا وې کنه ۔ مونږ پرې اوس ایمان راؤړو ۔ لېکن اوس دَ ایمان موقع چرته ده ، هغه موقع لرې پاتې شوه چې تاسو پهٔ ایمان ځان بچ کؤلے شو اوس ستاسو لاس دومره لرې نهٔ شی رسېدے ۔ مطلب دا چې دَ ایمان قبلېدو وخت اوس تېر دے ۔ ایمان هغه دے چې دنیا کښې څوک پهٔ نالیدو دَ پېغمبر پهٔ وینا پهٔ آخرت یقین وکړی ۔ پهٔ خپلو سترګو چې ېٔ وینی خو هېڅوک انکار نهٔ شی کؤلے ۔

وَّ قَدْ كَفَرُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ١ۚ وَ یَقْذِفُوْنَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَّكَانٍۭ بَعِیْدٍ۝۵۳

ترجمه: اؤ دوی انکار کړے وهٔ دَ دې نه مخکښې ، اؤ پهٔ نالیدو ېٔ نښې ویشتې دَ لرې ځائې نه ۔ ف۷۴

ف۷۴: یعنی اول خو ېٔ دَ ایمان نه انکار کؤلو اؤ پهٔ اټکلی بې سره خبرو پسې روان وو ۔ پهٔ دنیا کښې ېٔ ګډې وډې منلې اؤ حقې خبرې ته ېٔ غاړه نهٔ کښېښوه نو اوس ېٔ څهٔ خیر دے؟

وَ حِیْلَ بَیْنَهُمْ وَ بَیْنَ مَا یَشْتَهُوْنَ كَمَا فُعِلَ بِاَشْیَاعِهِمْ مِّنْ قَبْلُ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا فِیْ شَكٍّ مُّرِیْبٍ۠۝۵۴

ترجمه: اؤ خنډ پرېوتو دَ دوی اؤ دَ دوی دَ ارمانونو ترمینځه ف۷۵ څنګه چې شوی دی دَ دوی پهٔ شان خلقو سره دَ دې نه مخکښې ، دوی وو داسې پریشانیٔ کښې چې آرام ته ېٔ نهٔ پرېښودل ، ف۷۶

ف۷۵: دوی چې دَ کوم څیز ارمان کؤلو لکه دَ ایمان قبلېدل اؤ خلاصې یا دنیا ته واپس تلل ۔ دَ دې څیزونو اؤ دَ کفارو ترمینځه زبردست رکاوټ ودرؤلے شو۔ اوس دوی هېڅ کله خپل ارمان نهٔ شی پوره کؤلے ۔

ف۷۶: یعنی دَ دوی نه مخکښې چې کوم سرکش اؤ نافرمانه قومونه تېر شوی دی ، دَ هغوی سره چې مو څنګه معامله کړے وه دوی سره مو هم هغه شان وکړه ۔ هغه قومونه هم پهٔ داسې فضول وهمونو کښې ګېر شوی وو چې پهٔ هېڅ شان ېٔ آرام ته نهٔ پرېښؤل ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ فَاطِرٍ مَّکِیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمْسٌ وَّ اَرْبَعُوْنَ اٰیَۃً وَّخَمْسُ رُکُوْعَات ۔

ترجمه: سورتِ فاطر پهٔ مکه کښې نازل شوے دے، دا پنځهٔ څلویښت آیتونه اؤ پنځهٔ رکوع دے۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ جَاعِلِ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا اُولِیْۤ اَجْنِحَةٍ مَّثْنٰی وَ ثُلٰثَ وَ رُبٰعَ١ؕ یَزِیْدُ فِی الْخَلْقِ مَا یَشَآءُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۱

ترجمه: ټول تعریفونه دَ الله دی چا چې ودرؤلی آسمانونه اؤ زمکه ، ف۱ چا چې ګرځؤلی دی فرښتې خپل پیغام رسوونکی ف۲ چې وزرې ېٔ دی دوه دوه اؤ درے درے اؤ څلور څلور ، ف۳ زیاتوی الله پهٔ پیداوښت کښې څهٔ چې غواړی بېشکه الله هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۴

ف۱: یعنی آسمانونه اؤ زمکه ېٔ دَ نشت نه وړؤمبی ځل شته کړل ، دَ دې نه مخکښې ېٔ پهٔ دنیا کښې څهٔ نمونه نهٔ وه اؤ نهٔ ېٔ دَ تخلیق څهٔ طریقه معلومه وه۔

ف۲: یعنی ځنې فرښتې پېغمبرانو ته دَ الله پیغام رسوی اؤ ځنې دَ نورو جسمانی اؤ روحانی کارونو پهٔ انتظام مقرر دی ۔ ”فَالْمُدَبِّرَاتِ اَمْرًا“ (دَ الله دَ حکم انتظام کؤنکی دی)۔

ف۳: یعنی دَ ځنو فرښتو دوه وزرې دی ، دَ چا درے اؤ دَ چا څلور ۔ دا وزرې څنګه اؤ پهٔ څهٔ شان دی ۔ دا یو الله ته معلومه ده یا چا چې پهٔ اصلی شکل لیدلی دی هغوی ېٔ بیانؤلے شی ۔

ف۴: یعنی الله تعالیٰ چې کوم مخلوق کښې کوم اندامونه یا کوم خاصیتونه دَ خپل حکمت موافق زیاتؤل غواړی هغه شان ېٔ جوړوی۔ نو ځنو فرښتو ته ېٔ دَ څلورو نه زیاتې وزرې هم ورکړی دی لکه یو حدیث شریف کښې راغلی دی چې دَ حضرت جبرئیلؑ شپږ سوه وزرې دی ۔ دَ فرښتو دَ پېغام رسانیٔ نه دې څوک دا خیال نهٔ کوی چې ګنی الله (نعوذ بالله) فرښتو ته محتاج دے ۔ هرګز نه ۔ الله تعالیٰ پهٔ خپله پهٔ هر څهٔ قادر دے ۔ دَ وسیلو دا سلسله ېٔ هم دَ څهٔ حکمت پهٔ بنا جوړه کړے ده ۔

مَا یَفْتَحِ اللّٰهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا١ۚ وَ مَا یُمْسِكْ١ۙ فَلَا مُرْسِلَ لَهٗ مِنْۢ بَعْدِهٖ١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۲

ترجمه: څهٔ چې پرانیځی الله دَ خلقو دپاره دَ خپل رحمت نه نو هېڅوک دَ هغې منع کؤنکے نشته ، ف۵ اؤ څهٔ چې منع کوی نو هېڅوک ېٔ استؤنکے نشته دَ هغهٔ نه سوا اؤ هم هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۶

ف۵: رحمت بدنی وی لکه باران اؤ دَ روزیٔ اسباب وغېره اؤ کهٔ روحانی وی لکه رسولان اؤ کتابونه راستؤل ۔ غرض دا چې الله چې بندیانو ته دَ خپل رحمت دروازه پرانځی نو هېڅوک ېٔ نهٔ شی بندؤلے (اؤ چا ته چې ېٔ بنده کړی نو هېڅوک ېٔ نهٔ شی آزادؤلے)

ف۶: یعنی دَ خپل کامل حکمت موافق چې څهٔ کؤل غواړی کوی ېٔ ۔ داسې زبردست دے چې هېڅوک ېٔ دَ خپلې ارادې نه اړؤلے نهٔ شی ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ١ؕ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَیْرُ اللّٰهِ یَرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ١ؕ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۖ٘ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ۝۳

ترجمه: اے خلقو! یاد کړیٔ دَ الله احسانونه پهٔ تاسو آیا شته څوک جوړؤنکے دَ الله نه غیر چې تاسو ته روزی درکوی دَ آسمان اؤ زمکې نه؟ هېڅوک دَ عبادت قابل نشته خو هم هغه دے نو بیا چرته پهٔ شا ګرځیٔ، ف۷

ف۷: یعنی چې دا منیٔ چې پیدا کؤنکے اؤ روزی رسان الله دے هر څهٔ دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دی نو بیا دَ عبادت حقدار نور څوک ولې ګڼیٔ؟ دَ عبادت حقدار یواځې هم هغه خالق اؤ رازق دے ۔

وَ اِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ۝۴

ترجمه: اؤ کهٔ دوی تا دروغژن ګڼی نو دروغژن ګڼلی شوی دی ډېر رسولان ستا نه مخکښې اؤ الله ته راګرځی ټول کارونه ۔ ف۸

ف۸: یعنی دومره پوهه کؤلو اؤ دلیلونو پیش کؤلو نه پس هم کهٔ دوی تا دروغژن ګڼی نو تهٔ پرې خفه کېږه مه ځکه چې تا نه مخکښې ټولو رسولانو سره دغه شان معامله شوے ده اؤ دا څهٔ ناشنا خبره نهٔ ده ۔ جاهلان اؤ ضدیان همېشه هم دغه شان کوی نو تهٔ دَ دوی معامله الله ته وسپاره دَ هغهٔ سره به ټولې خبرې فیصله کیږی ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا١ٙ وَ لَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ۝۵

ترجمه: اے خلقو! بېشکه دَ الله وعده صحیح ده ، نو تاسو خطا نهٔ کړی دَ دنیا ژوند اؤ نهٔ دوکه درکړی دَ الله پهٔ نوم څوک دوکه مار،

اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوْهُ عَدُوًّا١ؕ اِنَّمَا یَدْعُوْا حِزْبَهٗ لِیَكُوْنُوْا مِنْ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِؕ۝۶

ترجمه: بېشکه شیطان ستاسو دښمن دے نو تاسو ېٔ هم دښمن وګڼیٔ ، هغه خو رابلی خپل ټولے دَ دې دپاره چې شی پهٔ دوزخیانو کښې ۔ ف۹

ف۹: یعنی قیامت یقینی دے اؤ هلته به ضرور ټول دَ الله پهٔ عدالت کښې حاضرېږیٔ نو دَ دنیا پهٔ شان شوکت اؤ عیش و آرام غاوره کېږیٔ مه اؤ دَ ټګ مار شیطان پهٔ لمسون مهٔ غلېږیٔ ۔ شیطان خو دَ بنیادم ازلی دښمن دے ۔ هېچرې ورته دَ خیر خبره نهٔ کوی ، دَ هغهٔ خو کوشش دا دے چې پهٔ څهٔ چل ول تاسو هم دوزخ ته راکاږی ۔ پهٔ قسم قسم چلونو مو دَ الله دَ یادو اؤ دَ آخرت دَ خبرو نه غافل کوی ۔ نو تاسو ته پکار دی چې خپل دښمن وپېژنیٔ اؤ پهٔ هغهٔ دا ثابته کړیٔ چې پېژندلې مو ئ ۔ اوس مو دَ مکر پهٔ جال کښې نهٔ شې ګېرؤلے ۔ مونږ دې پېژنو چې تهٔ دَ دوستیٔ پهٔ جامه کښې دښمنی کؤے ۔

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ١ؕ۬ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ اَجْرٌ كَبِیْرٌ۠۝۷

ترجمه: څوک چې کافر شو هغوی دپاره عذاب سخت دے اؤ چا چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل هغوی دپاره ، بخښنه اؤ غټ ثواب دے ۔

اَفَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ فَرَاٰهُ حَسَنًا١ؕ فَاِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ١ۖ٘ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَیْهِمْ حَسَرٰتٍ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَصْنَعُوْنَ۝۸

ترجمه: ښه نو هغه سړے چې ښائسته کړې شو ورته دَ هغهٔ دَ عمل ناکاروالے بیا ورته ښکاره شو هغه بهتر، بېشکه الله ګمراه کوی چا ته چې ېٔ اراده وشی ، اؤ سمه لار ښئی چا ته چې ېٔ اراده وشی ، نو نهٔ دې ځی ستا نفس پهٔ دوی باندې پهٔ افسوس افسوس ، بېشکه الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې دوی کوی ۔ ف۱۰

ف۱۰: یعنی شیطان چې چا ته ناکاره کار ښائسته کړو اؤ هغهٔ هم ښائسته وګڼلو نو آیا دا سړے اؤ هغه سړے خپلو کښې برابرېدے شی؟ څوک چې دَ ښو اؤ بدو فرق کؤلے شی ښهٔ کار ته ښهٔ وائی اؤ ناکاره ته ناکاره ۔ آیا دَ دې دواړو انجام سره یو شان کېدے شی؟ هرګز نه ۔ دا خیال مهٔ کویٔ چې څوک به پهٔ غړېدلو سترګو ناکاره ته ښهٔ څنګه ووائی ۔ څوک چې الله تعالیٰ دَ هغهٔ دَ خراب استعداد اؤ غلط اختیار پهٔ وجه ګمراه کړی دی دَ هغهٔ عقل دغه شان اړؤلے شی دَ ښهٔ اؤ بد فرق نهٔ شی کؤلے اؤ څوک چې دَ ښهٔ استعداد اؤ صحیح اختیار پهٔ سبب نیکیٔ ته را اړؤل وغواړی نو دَ شیطان هېڅ طاقت نشته چې خطا ېٔ کړی ۔ بهرحال څوک چې دَ شیطان پهٔ لمسه ښهٔ ته بد اؤ بد ته ښهٔ ووائی اؤ دَ سمې لارې پهٔ ځائې پهٔ غلطو سر شی نو دَ هغهٔ نه سمې ته دَ راؤړېدو هېڅ طمع نشته ۔ نو هر کله چې دَ هدایت اؤ ګمراهیٔ دا سلسله دَ الله تعالیٰ دَ مشیت اؤ حکمت تابع ده ۔ نو تهٔ دَ دې ګمراهانو پهٔ غم ځان ولې خفه کوے اؤ پهٔ دې افسوسونه ولې کوے چې دا بدبخته دَ خپلې فائدې خبره ولې نهٔ منی؟ تهٔ دَ دوی خبره الله ته وسپاره ، هغهٔ ته دَ دوی عملونه ښهٔ معلوم دی خپله به ورسره ښهٔ پوهه شی ، تهٔ ځان نهٔ خفه کوه ۔

وَ اللّٰهُ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَسُقْنٰهُ اِلٰی بَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَحْیَیْنَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا١ؕ كَذٰلِكَ النُّشُوْرُ۝۹

ترجمه: اؤ الله هغه ذات دے چا چې وچلؤلې هواګانې ، بیا را پورته کوی (دا هواګانې) وریځې ، بیا ېٔ رسوی یو مړ وطن ته نو ژوندیٔ کوؤ (پهٔ دې) مونږ زمکه پس دَ مرګه ، هم دغه شان به وی (دَ بندیانو) دوباره ژوندی کېدل ۔ ف۱۱

ف۱۱: دَ الله پهٔ حکم هواګانې وریځې راپورته کوی اؤ کومه زمکه چې دَ خشکیٔ پهٔ وجه مړه شوے وچه شوے وی ۔ شینکے چرته نهٔ وی ، هر طرف ته ګردونه الوځی ۔ پهٔ هغه زمکه باران ووروی نو دَ باران پهٔ څاڅکیو دغه مړه زمکه بیا ژوندیٔ شی اؤ هر طرف ته شینکے سر راپورته کړی ۔ دغه شان پوهه شیٔ چې الله تعالیٰ به تاسو هم دَ مرګ نه پس بیا راپورته کوی یو روایت دے ۔ کله چې الله تعالیٰ مړی ژوندی کؤل وغواړی نو دَ عرش نه به یو خاص قسم باران ووروی چې دَ هغو څاڅکیو پرېوتو سره به ټول مړی ژوندی شی اؤ دَ زمکې نه به داسې سرونه راپورته کړی لکه پهٔ باران چې دَ زمکې نه شینکے سر راپورته کوی ۔ نور تفصیل پهٔ احادیثو کښې کتل پکار دی ۔

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعِزَّةَ فَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ جَمِیْعًا١ؕ اِلَیْهِ یَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّیِّبُ وَ الْعَمَلُ الصَّالِحُ یَرْفَعُهٗ١ؕ وَ الَّذِیْنَ یَمْكُرُوْنَ السَّیِّاٰتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ١ؕ وَ مَكْرُ اُولٰٓىِٕكَ هُوَ یَبُوْرُ۝۱۰

ترجمه: څوک چې غواړی عزت ، نو الله لره دی ټول عزتونه! ف۱۲ هغهٔ ته خیژی پاکیزه کلام ف۱۳ اؤ نیک عمل ېٔ پورته کوی ، ف۱۴ اؤ کوم خلق چې پهٔ ساؤ کښې دی دَ بدیو ، هغوی دپاره سخت عذاب دے اؤ دَ دغه کسانو مکر دَ تاوان دے ۔ ف۱۵

ف۱۲: کافرانو نور معبودان دې دپاره نیولی وو چې دوی به مو سفارش کوی نو دَ الله سره به مو عزت زیات شی ۔ ”وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللهِ اٰلِهَةً لِّیَکُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۝“ (سورتِ مریم ، رکوع ۵)

اؤ ډېرو کسانو به دَ مسلمانانو پهٔ ځائې مشرکانو سره دوستی پیدا کؤله چې پهٔ دې به ېٔ عزت جوړوی اؤ خلق به ورته پهٔ درنه سترګه ګوری ۔

اَلَّذِیْنَ یَتَّخِذُوْنَ الْکَافِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ اَیَبْغُوْنَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَاِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ؕ “ (سورتِ نسآء ، رکوع ۲۰)

داسې کسانو ته ارشاد دے چې څوک چې دَ دنیا اؤ آخرت عزت غواړی نو پکار ده چې دَ الله نه ېٔ وغواړی کل اختیاره مولا هم هغه دے ۔ اؤ دَ ټولو عزتونو مالک یواځې هم هغه دے ۔ نو دَ هغهٔ پهٔ تابعداریٔ اؤ رضا حاصلؤلو به درته هغه هر قسم عزت درکړی ۔

ف۱۳: پاکیزه کلام دے دَ الله ذکر ، دعا ، دَ قرآن تلاوت اؤ وعظ نصیحت دَ نیکیٔ خبرې ۔ دا ټولې خبرې دَ الله دربار ته بره خیژی اؤ دَ مقبولیت شرف حاصلوی ۔

ف۱۴: پاکیزه کلام ذکر وغیره خپله هم بره ختل غواړی خو چې نور نیک عملونه ورسره ملګری شی نو طاقت ېٔ زیات شی اؤ درجه ېٔ نوره هم وچته شی ۔ تش ذکر چې نیک عمل ورسره مل نهٔ وی هغه هومره وچته درجه نهٔ شی حاصلؤلے ۔ ځنو مفسرانو پهٔ ”وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ یَرْفَعُهٗ“ دَ ضمیرونو مرجع بدل کړے دے چې دَ عملِ صالح درجه پهٔ ذکر پورته کیږی ۔ دا مطلب هم صحیح دے اؤ ځنو مفسرانو دَ ”یَرْفَعُهٗ“ ضمیر الله ته راجع کړے دے یعنی الله عملِ صالح پورته کوی اؤ دَ قبولیت مقام ته ېٔ رسوی ۔ بهرحال غرض دا دے چې پاکیزه خبرې اؤ نیک کارونه دواړه پورته خیژی اؤ لویه درجه حاصلوی نو کوم بنده چې دَ الله نه عزت غواړی نو پهٔ دې طریقه دې ېٔ حاصل کړی چې نیک کارونه اؤ دَ الله ذکر دې ډېر ډېر کوی ، الله به عزت ورکړی ۔

حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ عزت دَ الله پهٔ لاس کښې دے ۔ ستاسو ذکر اؤ نیک کارونه پهٔ بره خیژی کله چې خپل حد ته ورسی نو پهٔ بدیٔ به غلبه بیا مومی ۔ کفر به مغلوب اؤ اسلام به سر بلند شی ۔ دَ کافرو ټول کبر اؤ لوئی به خاورې شی ۔

ف۱۵ یعنی څوک چې ناکاره تدبیرونو کښې لګیا دی دَ حق خلاف دَ مکر و فساد جال خوروی ۔ آخر به پهٔ خپل مقصد کښې ناکام کیږی ۔ دَ قریشو سرداران پهٔ دارالندوه کښې راغونډ شوی وو ، دَ حضور اکرمﷺ دَ قتل کؤلو یا قید کؤلو یا دَ وطن نه شړلو سازش ېٔ جوړؤلو ۔ نتیجه ېٔ دا شوه چې هم هغه کسان دَ خپل ملک نه را وویستی شو اؤ پهٔ جنګِ بدر کښې دَ مسلمانانو دَ لاسه ډېر قتل اؤ ډېر قیدیان شو ۔ دَ بدر کنده دَ قریشو دَ مړیو نه ډکه شوه ۔

وَ اللّٰهُ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ اَزْوَاجًا١ؕ وَ مَا تَحْمِلُ مِنْ اُنْثٰی وَ لَا تَضَعُ اِلَّا بِعِلْمِهٖ١ؕ وَ مَا یُعَمَّرُ مِنْ مُّعَمَّرٍ وَّ لَا یُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهٖۤ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ۝۱۱

ترجمه: اؤ الله تاسو پیدا کړی ئ دَ خاورې نه بیا دَیوے قطرې اوبو نه بیا ېٔ کړیٔ تاسو جوړه جوړه ، اؤ نهٔ بارداره کیږی یوه ښځه اؤ نهٔ لنګیږی بې دَ هغهٔ دَ خبرېدو نه ف۱۶ اؤ نهٔ عمر مومی څوک دَ ډېر عمر خاوند اؤ نهٔ کمیږی دَ چا عمر مګر دا (هر څهٔ) لیکلی دی پهٔ کتاب کښې ، بېشکه دا کار الله ته ډېر آسان دے ۔ ف۱۷

ف۱۶: یعنی آدمؑ ېٔ دَ خاورې نه اؤ بیا دَ هغهٔ اولاد ېٔ دَ اوبو دَ یو څاڅکی نه پیدا کړو ۔ بیا ېٔ دَ سړی اؤ ښځې جوړې جوړې کړهٔ چې نسل ېٔ زیات شی ۔ تر دا مینځه دَ حمل دَ ځائې نیوؤ نه تر پیدا کېدو څومره مرحلې چې تیریږی الله تعالیٰ دَ ټولو نه ښهٔ خبر دے ۔ مور پلار ېٔ هم نهٔ وی خبر چې پهٔ ګېډه کښې بچې کومې مرحلې تېروی اؤ کله به پوره کیږی اؤ پیدا کیږی ۔ الله ته دا هر څهٔ ښهٔ معلوم دی ۔

ف۱۷: یعنی دَ کوم بنده چې څومره عمر دے ډېر یا لږ اؤ پهٔ څهٔ اسبابو چې دَ هغهٔ عمر زیاتیږی یا کمیږی اؤ څوک به خپل طبعی عمر ته رسی اؤ څوک به نهٔ رسی ۔ دا هر څهٔ پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلی دی ۔ اؤ دا ټول جزئیات (یوه یوه خبره) الله تعالیٰ ته پهٔ ښهٔ شان معلومه ده اؤ دا هغهٔ ته څهٔ ګران کار نهٔ دے ځکه چې هغهٔ ته خو څهٔ چې پهٔ دنیا کښې کیږی کلی اؤ جزوی ، پټ اؤ څرګند دَ ټولو علم ازلی حاصل دے ۔ دَ الله علم دَ خپل علم پهٔ شان مهٔ ګڼیٔ ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ هر کار پهٔ طریقه طریقه ورو ورو کیږی لکه چې دَ حمل دَ وخت نه تر ځوانیٔ اؤ بیا دَ عمر تر آخر حده درجه پهٔ درجه رسی اؤ وخت اخلی ۔ دغه شان به اسلام هم ورو ورو مضبوطیږی اؤ آخر به پهٔ کفر غالب شی ۔

وَ مَا یَسْتَوِی الْبَحْرٰنِ١ۖۗ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَآىِٕغٌ شَرَابُهٗ وَ هٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ١ؕ وَ مِنْ كُلٍّ تَاْكُلُوْنَ لَحْمًا طَرِیًّا وَّ تَسْتَخْرِجُوْنَ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا١ۚ وَ تَرَی الْفُلْكَ فِیْهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۱۲

ترجمه: اؤ نهٔ دی برابر دوه دریابونه دا یو خوږ دے مزیدار تنده ماتوی دَ دې اوبهٔ ، اؤ دا یو مالګین دے تریو ، اؤ هر یو نه تاسو خوریٔ تازه غوښه اؤ را وباسیٔ ترېنه کالی چې اغوندیٔ ئ ف۱۸ اؤ تهٔ وینې جهازونه چې پهٔ دې کښې روان دی اوبهٔ شلوی چې تاسو تلاش وکړیٔ دَ هغهٔ دَ فضل اؤ چې تاسو حق ومنیٔ ۔ ف۱۹

ف۱۸: دَ مخکښې نه دَ توحید اؤ دَ الله دَ قدرت دَ نښانو تفصیلی بیان روان وهٔ پهٔ دې ضمن کښې دَ اسلام مضبوطېدو ته هم نریٔ نریٔ اشارې کېدے ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی یعنی کفر اؤ اسلام برابر نهٔ دی ۔ الله تعالیٰ به کفر مغلوب کړی اؤ اسلام به غالب کړی اګرچې تاسو دَ دواړو نه فائده اخلیٔ ۔ دَ مسلمانانو نه دَ ایمان طاقت اؤ دَ کافرانو نه دَ مال طاقت ، جزیه اؤ خراج اؤ مالِ غنیمت وغېره ۔ لکه تازه غوښه ، مهیان (کبان) اؤ ملغلرې اؤ جواهر چې دواړه سیندونه نه حاصلیږی ۔ ملغلرې اؤ جواهر دَ سیند دَ مالګینو اوبو نه را وځی ۔

ف۱۹: اکثر غټ غټ تجارتونه دَ سمندری جهازونو پهٔ ذریعه کیږی ۔ نو پهٔ دې تجارت کښې چې کومه نفع حاصله شی ، دغه دَ الله تعالیٰ فضل دے اؤ دَ هغهٔ مهربانی ده ۔ بنده ته پکار دی چې دَ الله تعالیٰ پهٔ دې احسانونو دَ خپل مالک شکر ادا کړی ۔

یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَ یُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ١ۙ وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ١ۖ٘ كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ١ؕ وَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مَا یَمْلِكُوْنَ مِنْ قِطْمِیْرٍؕ۝۱۳

ترجمه: ننباسی (الله) شپه پهٔ ورځ کښې اؤ ننباسی ورځ پهٔ شپه کښې اؤ پهٔ کار ېٔ لګؤلی دی نمر اؤ سپوږمۍ ۔ هر یو چلیږی تر یوې مقررې نېټې ۔ ف۲۰ دغه الله دے ستاسو رب هم دَ دهٔ ده بادشاهی ، اؤ څوک چې تاسو بلیٔ دَ الله نه غیر ، هغه نهٔ دی مالکان دَ یوې کجورې دَ اډوکی دَ پوستکی هم ، ف۲۱

ف۲۰: دا مضمون مخکښې هم څو ځایه تېر شوے دے ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکی یعنی دَ شپې ورځې پهٔ شان کله کفر غالب وی کله اسلام ۔ اؤ دَ نمر سپوږمۍ دَ رفتار پهٔ شان دَ هر کار یوه مقرره نېټه ده چې وړاندېوالے وروستوالے پکښې نهٔ راځی ۔ پهٔ خپله مقرره نېټه به اسلام څرګنده غلبه بیا مومی ۔

ف۲۱: یعنی دَ کوم رب اوصاف چې پورته بیان شو هم دغه ستاسو رښتونے پروردګار اؤ دَ زمکې آسمانونو اؤ ټول مخلوق یواځې مالک اؤ بادشاه دے ۔ باقی تاسو چې دَ الله نه غیر کومو باطلو معبودانو ته چغې وهیٔ نو هغه عاجزان بادشاهی خو پرېږده دَ یو کجورې پهٔ هډوکی چې کوم نرے پوستکے وی دَ هغې مالکان هم نهٔ دی ۔ (نو تاسو سره به څهٔ امداد وکړی)۔

اِنْ تَدْعُوْهُمْ لَا یَسْمَعُوْا دُعَآءَكُمْ١ۚ وَ لَوْ سَمِعُوْا مَا اسْتَجَابُوْا لَكُمْ١ؕ وَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُوْنَ بِشِرْكِكُمْ١ؕ وَ لَا یُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِیْرٍ۠۝۱۴

ترجمه: کهٔ تاسو ورته چغې وهیٔ دوی نهٔ اوری ستاسو چغې ، اؤ کهٔ واؤری نو در رسېدې نهٔ شی ستاسو کار ته ، اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به (دا معبودان) منکر وی ستاسو دَ شریکان منلو نه ، ف۲۲ اؤ نهٔ شی ښیٔلې تا ته څوک دَ خبردار پهٔ شان ۔ ف۲۳

ف۲۲: یعنی تاسو چې دَ کومو معبودانو امداد غواړیٔ هغوی خو ستاسو آواز هم نهٔ اوری اؤ کهٔ بالفرض اورېدې ېٔ هم ستاسو څهٔ امداد ېٔ نهٔ شو کؤلے ، اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ خو به هغوی خپله ستاسو دَ دې مشرکانه عقیدو نه دَ بیزاریٔ اعلان کوی اؤ دَ مددګار پهٔ ځائې به ستاسو دښمنان وی ۔

ف۲۳: یعنی دَ الله نه زیات خبردار څوک دے؟ چې هم هغه ورته وائی چې دا شرک غلط کار دے اؤ دا باطل معبودان ستاسو هېڅ پکار نهٔ راځی نو دَ دې نه پخه خبره به ورته بل څوک وکړی؟

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ اِلَی اللّٰهِ١ۚ وَ اللّٰهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ۝۱۵

ترجمه: اے خلقو! تاسو محتاج ییٔ الله ته اؤ الله هغه دے بې پرواه دَ ټولو تعریفونو مالک ۔ ف۲۴

ف۲۴: یعنی ټول مخلوق الله تعالیٰ ته محتاج دے اؤ دَ هغهٔ هېچا ته هېڅ حاجت نشته ، ټولې خوبیٔ اؤ کامل صفتونه دَ هغهٔ پهٔ ذات کښې راجمع دی نو هم دغه کامل ذات یواځې دَ عبادت حقدار دے ۔

اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَ یَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍۚ۝۱۶

ترجمه: کهٔ هغه وغواړی نو تاسو به لرې کړی اؤ رابه ولی یو نوے مخلوق ۔

وَ مَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ۝۱۷

ترجمه: اؤ دا کار الله ته هېڅ ګران نهٔ دے ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی کهٔ تاسو پهٔ هېڅ شان دا حقه خبره نهٔ منیٔ نو الله ته دا کار څهٔ ګران نهٔ دے چې تاسو ټول هلاک کړی اؤ یو بل نوے مخلوق پیدا کړی چې هغه پوره تابعدار وی لکه دَ فرښتو پهٔ شان اؤ دا کار الله ته څهٔ ګران نهٔ دے ، خو دَ هغهٔ دَ کامل حکمت تقاضا دا ده چې پهٔ زمکه دې هر قسم مخلوق آباد وی ، تابعدار هم اؤ نافرمانه هم اؤ دَ نیکیٔ اؤ بدیٔ دواړه سلسلې دې سره سره روانې وی چې پهٔ آخر کښې هر څوک دَ خپل عمل بدله بیا مومی اؤ دَ الله دَ ټولو صفاتِ کمالیه ؤ ظهور وشی ۔

وَ لَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی١ؕ وَ اِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ اِلٰی حِمْلِهَا لَا یُحْمَلْ مِنْهُ شَیْءٌ وَّ لَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی١ؕ اِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ١ؕ وَ مَنْ تَزَكّٰی فَاِنَّمَا یَتَزَكّٰی لِنَفْسِهٖ١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ۝۱۸

ترجمه: اؤ نهٔ به پورته کوی هېڅ پورته کوؤنکے پېټے دَ بل ، اؤ کهٔ چغې وهی دَ دروند پیټی والا دَ هغې دَ پورته کؤلو دپاره ، هېڅوک به نهٔ پورته کوی ترې هېڅ څیز ، اګر کهٔ وی ېٔ رشته دار ف۲۶ تهٔ خو ویروې هغه کسان چې ویریږی دَ خپل رب نه پهٔ نالیدو اؤ قائم لری نمونځونه ، ف۲۷ چا چې ځان سوتره کړو نو سوتره ېٔ کړو دَ خپلې فائدې دپاره اؤ الله طرف ته دَ ټولو راګرځېدل دی ،

ف۲۶: یعنی نهٔ به پهٔ خپله څوک دَ بل نه دَ ګناه پېټے کموی چې څهٔ ترېنه پهٔ خپل سر واخلی اؤ نهٔ به دَ بل پهٔ خواست څوک دَ چا سره امداد کؤل غواړی ۔ ځان ځانی به وی نهٔ به خپلوی پکاریږی ، نهٔ یاری دوستی ۔ هر سړی سره به دَ خپل پیټی غم وی دَ بل به نهٔ اوری ۔ هېڅوک به دَ چا پهٔ کار نهٔ راځی ۔ یو دَ الله فضل اؤ رحمت پهٔ پکاریږی ۔

ف۲۷: یعنی ستا دَ نصیحت نه هغه بنده فائده اخستے شی څوک چې بې لیدو دَ خیل خالق نه ویره کوی اؤ دَ هغهٔ عبادت کوی ۔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ الله ویره نهٔ وی پهٔ هغهٔ ستا نصیحت هېڅ اثر نهٔ شی کؤلے ۔

وَ مَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَ الْبَصِیْرُۙ۝۱۹

ترجمه: اؤ برابر نهٔ دی ړوند اؤ لیدونکے ۔ ف۲۸

ف۲۸: یعنی ستا خبره چې څوک ومنی اؤ خپل عمل سم کړی نو دا ېٔ نهٔ پهٔ تا احسان دے نهٔ پهٔ الله ۔ خپله فائده ېٔ ده اؤ دا فائده به ورته هغه وخت معلومه شی چې الله ته واپس شی اؤ پهٔ هغه عدالت کښې ودریږی ۔

وَ لَا الظُّلُمٰتُ وَ لَا النُّوْرُۙ۝۲۰

ترجمه: اؤ نهٔ تیارهٔ اؤ نهٔ رڼا ،

وَ لَا الظِّلُّ وَ لَا الْحَرُوْرُۚ۝۲۱

ترجمه: اؤ نهٔ سیورې اؤ نهٔ غارمه ،

وَ مَا یَسْتَوِی الْاَحْیَآءُ وَ لَا الْاَمْوَاتُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یُسْمِعُ مَنْ یَّشَآءُ١ۚ وَ مَاۤ اَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَّنْ فِی الْقُبُوْرِ۝۲۲

ترجمه: اؤ نهٔ دی برابر ژوندی اؤ نهٔ مړی ۔ ف۲۹ بېشکه الله اوروی چا ته چې وغواړی اؤ نهٔ ئ تهٔ اوروونکے پهٔ قبر کښې پرتو مړیو ته ۔

ف۲۹: یعنی مسلمان چا ته چې الله دَ زړهٔ سترګې ورکړی دی اؤ هغه دَ حق اؤ وحې الٰهی پهٔ رڼا کښې بې خطره پهٔ نېغه صفا لار دَ جنت باغونو ته پهٔ منډه روان دے ۔ نو آیا دا مسلمان اؤ هغه کافر برابرېدے شی؟ څوک چې دَ زړهٔ پهٔ سترګو ړوند دے اؤ دَ جهالت اؤ وهمونو پهٔ تیرو کښې پهٔ ټکړو ټکړو نېغ دَ دوزخ اور ته روان دے ، هرګز نهٔ شی برابرېدے ۔ کهٔ داسې وشوه نو دا به داسې وی لکه ژوندے اؤ مړے چې سره برابر شی بلکې دَ مسلمان اؤ کافر ترمینځه دَ مړی اؤ ژوندی نه هم زیات فرق دے ۔ اصلی اؤ دائمی ژوند صرف دَ ایمان پهٔ روح حاصلېدے شی ۔ چې دَ ایمان روح پکښې نهٔ وی نو داسې بنیادم دَ مړی نه زرچنده زیات بهتر دے ۔

اِنْ اَنْتَ اِلَّا نَذِیْرٌ۝۲۳

ترجمه: تهٔ خو بس ویروؤنکے ئ ۔ ف۳۰

ف۳۰: یعنی کهٔ الله وغواړی نو مړیو ته هم آواز اورؤلے شی دَ بل چا دا قدرت نشته ۔ دَ پېغمبر کار خو صرف دَ الله پیغام رسؤل اؤ سړے پهٔ ښهٔ بد خبرؤل دی۔ اوس کهٔ یو مرده دل کافر دَ پېغمبر پهٔ خبرو یقین نهٔ کوی نو دا دَ پېغمبر ذمه واری نهٔ ده چې هغه دې ېٔ پرې خامخا ومنی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی یعنی ټول خلق یو شان نهٔ دی چا ته چې الله تعالیٰ دَ ایمان دولت ورکوی ور به کړی کهٔ تهٔ ډېر ارمانونه وکړې چې دا ټول دې ایمان قبول کړی پهٔ دې هېڅ نهٔ کیږی ۔ پهٔ حدیث کښې راغلی دی چې پهٔ مړیو سلام اچویٔ اؤ ډېر ځایه مړیو ته خطاب هم شوے دے (ورسره خبرې شوی دی) نو دَ دې حقیقت دا دے چې دَ مړی روح آواز اوری اؤ پهٔ قبر کښې پرته جثه ېٔ آواز نهٔ اوری ۔

اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّ نَذِیْرًا١ؕ وَ اِنْ مِّنْ اُمَّةٍ اِلَّا خَلَا فِیْهَا نَذِیْرٌ۝۲۴

ترجمه: مونږ راستؤلے ئ رښتونی دین سره زېرے ورکؤنکے اؤ ویروونکے ، اؤ یو قوم نشته چې نهٔ دے راغلے پکښې ویروونکے ۔ ف۳۱

ف۳۱: نذیر پېغمبر وی کهٔ دَ پېغمبر قائم مقام څوک چې دَ پېغمبر لارې ته خلق را اړوی ۔

وَ اِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ۚ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَ بِالزُّبُرِ وَ بِالْكِتٰبِ الْمُنِیْرِ۝۲۵

ترجمه: اؤ کهٔ دوی تا ته دروغژن ووائی نو بېشکه دروغژن وئیلے دی خپلو رسولانو ته هغه قومونو چې مخکښې تېر شوی دی له دوی نه ، راؤړل هغوی ته خپلو رسولانو واضح دلیلونه اؤ صحیفې اؤ روښانه کتاب ۔ ف۳۲

ف۳۲: یعنی روښانه تعلیمات اؤ څرګندې معجزې ورسره وې ۔ ځنو ته وړې وړې صحیفې ورکړې شوے وې اؤ ځنو ته تفصیلی غټ غټ کتابونه (لکه توریٰت ، انجیل ، زبور اؤ قرآن کریم)

ثُمَّ اَخَذْتُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ۠۝۲۶

ترجمه: بیا ما راګېر کړل منکران ۔ نو څنګه وهٔ زما انکار ۔ ف۳۳

ف۳۳: یعنی چې دغه قومونو دَ خپلو پېغمبرانو تکذیب وکړو نو وګوریٔ څنګه تباه و برباد شو دغه حال به ستاسو هم شی کهٔ دَ خپل عمل نه نهٔ اوړیٔ۔

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً١ۚ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ ثَمَرٰتٍ مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهَا١ؕ وَ مِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌۢ بِیْضٌ وَّ حُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهَا وَ غَرَابِیْبُ سُوْدٌ۝۲۷

ترجمه: آیا تا نهٔ دی لیدلی چې الله راکوزې کړلې دَ آسمان نه اوبهٔ ، بیا مونږ را وویستې پهٔ دې (اوبو) دَ قسم قسم رنګونو مېوې ، ف۳۴ اؤ پهٔ غرونو کښې کنډؤنه دی سپین اؤ سرهٔ چې قسم قسم رنګونه ېٔ دی اؤ خالص تک تور ۔ ف۳۵

ف۳۴: یعنی قسم قسم مېوې بیا پهٔ هر قسم کښې مختلف رنګونه ۔ یوه زمکه ، یوه هوا اؤ یو اوبهٔ اؤ دومره رنګا رنګ څیزونه دا څومره عجیبه اؤ عظیم قدرت دے ۔

ف۳۵: یعنی دَ سپین هم ګڼ قسمونه دی ۔ ځنی ډېر سپین ځنی دَ هغې نه کم اؤ ځنی ډېر کم ۔ دغه شان سوروالے هم رنګ رنګ دے اؤ پهٔ تور کښې هم ډېر قسمه دی ځنی تک تور اؤ ځنی لږ خړ ۔

وَ مِنَ النَّاسِ وَ الدَّوَآبِّ وَ الْاَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ كَذٰلِكَ١ؕ اِنَّمَا یَخْشَی اللّٰهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ غَفُوْرٌ۝۲۸

ترجمه: اؤ پهٔ بندیانو کښې اؤ پهٔ چینجیو کښې اؤ څارویو کښې څومره قسم قسم رنګونه دی هم دغه شان ، ف۳۶ دَ الله نه هم هغه کسان ویریږی دَ هغهٔ پهٔ بندیانو کښې څوک چې یوهیږی ، بېشکه الله زبردست دے بخښونکے ۔ ف۳۷

ف۳۶: دا ټول دَ قدرت دَ عجائباتو بیان دے چې څنګه چې کاڼی بوټی اؤ څاروی رنګا رنګ دی دغه شان دَ بنیادمو هم ډېر قسمونه دی ۔ کافر بیل دی اؤ مؤمنان بیل ۔ نو څنګه چې دَ مخلوقاتو نور انواع ګڼ قسمه دی دغه شان بنیادم هم ټول یو شان کېدے نهٔ شی ۔ پهٔ دې کښې رسول اللهﷺ ته تسلّی ده چې دَ مشرکانو پهٔ ایمان نهٔ راؤړو خفه کېږه مه ۔

ف۳۷: یعنی پهٔ بنیادمو کښې دَ الله نه ویرېدونکی هم شته اؤ بې ویرې هم ۔ چا ته چې دَ الله لوئے شان ، دَ آخرت دائمی ژوند ، خپله کمزوری اؤ دَ دنیا ناپائیداری معلومه ده ۔ هغه دَ الله نه ویریږی دَ دائمی ژوند غم کوی اؤ دَ خپل خالق پهٔ احکامو دَ عمل کوشش کوی ۔ څومره چې دَ چا دا پوهه اؤ علم ډېر وی هغه دومره ډېر ویریږی اؤ څوک چې پهٔ کومه درجه کښې ناپوهه وی هغه دغه هومره دَ آخرت نه بې فکره اؤ دَ الله نه بې خوفه وی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ ټول بنیادم دَ الله نه نهٔ ویریږی ۔ دَ الله نه ویره دَ پوهه خلقو کار دے اؤ دَ الله تعالیٰ معامله هم دَ بندیانو سره دوه قسمه ده ۔ هغه زبردست هم دے چې هره خطا نیؤلے شی اؤ غفور هم دے چې ګناهونه معاف کوی ۔ نفع اؤ نقصان دواړه دَ الله پهٔ لاس کښې دی نو بنده ته پهٔ دواړو طرفه ویره پکار ده ۔ چې هغه کله وغواړی دَ بنده نه نفع بندؤلے اؤ نقصان ورکؤلے شی ۔ (الله دې امان راکړی)۔

اِنَّ الَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ كِتٰبَ اللّٰهِ وَ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّ عَلَانِیَةً یَّرْجُوْنَ تِجَارَةً لَّنْ تَبُوْرَۙ۝۲۹

ترجمه: بېشکه کوم خلق چې لولی کتاب الله اؤ قائم لری نمونځونه اؤ خرڅ کوی څهٔ زمونږ ورکړه پهٔ پټه اؤ پهٔ څرګنده امیدوار دی دَ داسې تجارت چې تاوان پکښې نشته ، ف۳۸

ف۳۸: څوک چې دَ الله دَ ویرې دَ هغهٔ پهٔ حکمونو چلیږی اؤ دَ هغهٔ دَ کتاب قدر عزت کوی اؤ پهٔ بدنی اؤ مالی عبادتونو کښې څهٔ کمے نهٔ کوی هغه پهٔ حقیقت کښې یو داسې تجارت کوی چې هر طرف ته پکښې نفع ده دَ نقصان هېڅ خطره نشته ۔ بېشکه هر کله چې الله ېٔ خپله خریدار دے نو دَ نقصان پکښې هېڅ خطره نشته ۔

لِیُوَفِّیَهُمْ اُجُوْرَهُمْ وَ یَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ١ؕ اِنَّهٗ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ۝۳۰

ترجمه: چې پوره پوره ورکړی ورته خپل اجر اؤ زیاتی ورکړی پهٔ خپل فضل ، بېشکه هغه دے بخښونکے قدردان ، ف۳۹

ف۳۹: یعنی خپلو تابعدارو بندیانو ته ډېر ګناهونه معاف کوی اؤ دَ کوم عبادت چې دَ قاعدې مطابق څومره ثواب کیږی پهٔ خپل فضل دَ هغې نه زیات ثواب ورکړی دَ انعام پهٔ طور ۔

وَ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِعِبَادِهٖ لَخَبِیْرٌۢ بَصِیْرٌ۝۳۱

ترجمه: اؤ کوم چې مونږ پهٔ تا نازل کړے کتاب ۔ هم دغه صحیح دے تصدیق کؤنکے دَ ځان نه دَ مخکښې کتابونو ۔ بېشکه الله دَ خپلو بندیانو (دَ حال نه) ښهٔ خبر دے هر څهٔ لیدونکے، ف۴۰

ف۴۰: یعنی هغه دَ بندیانو پهٔ حال خبر دے ۔ پهٔ صحیح وخت ېٔ دا کتاب نازل کړو ۔

ثُمَّ اَوْرَثْنَا الْكِتٰبَ الَّذِیْنَ اصْطَفَیْنَا مِنْ عِبَادِنَا١ۚ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ١ۚ وَ مِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ١ۚ وَ مِنْهُمْ سَابِقٌۢ بِالْخَیْرٰتِ بِاِذْنِ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُؕ۝۳۲

ترجمه: بیا مونږ وارثان کړل دَ کتاب هغه خلق چې مونږه غوره کړل پهٔ خپلو بندیانو کښې ، بیا ځنی خلق پهٔ هغو کښې بد کوی دَ خپل ځان سره اؤ ځنی پهٔ درمیانه چال روان دی ، اؤ ځنی پهٔ دوی کښې ورمخکښې شو نیکیو ته دَ الله پهٔ حکم هم دغه دے لوئے فضل ۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی دَ پېغمبر نه پس ېٔ دَ هغهٔ اُمت دَ دې کتاب وارث کړو چې دَ ټولو تېرو اُمتونو بهتر اُمت دے (دَ مجموعې پهٔ اعتبار) البته دَ اُمت ټول افراد یو شان نهٔ دی (دَ دې اُمت ځنی کسان به هم سره دَ ایمانه ځنی ګناهونو کښې ګرفتار شوی دی دغه پهٔ خپل ځان زیاتی کؤنکی ”ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ“ دی) اؤ ځنی به پهٔ درمیانه چال روان وی چې نهٔ به ډېر ګناهګار وی اؤ نهٔ ډېر زیات پرهیزګار دوی ته ”مُقْتَصِدْ“ وئیلی شوی دی ۔ اؤ ځنی هغه کامل بندګان اؤ دَ الله دوستان (اولیاء الله) دی چې پهٔ هره نیکیٔ راغونډ دی اؤ پهٔ تابعداریٔ کښې دَ هر چا نه ځان وړاندې کوی هغوی مستحب کارونه هم نهٔ پرېږدی اؤ دَ ګناه دَ ویرې دَ مکروهِ تنزیهی نه هم ځان ساتی بلکې دَ مباحاتو نه هم پرهیز کوی نو اعلیٰ فضیلت اؤ بزرګی خو دَ دغه کسانو برخه ده ۔ البته پهٔ یو حیثیت ټول مؤمنان پهٔ غوره کسانو کښې شمار دی اؤ درجه پهٔ درجه دَ جنّت حقدار دی ۔ ګناهګار مؤمن به هم آخر کله خو جنّت ته ځی ۔

حدیث شریف دے ۔ زمونږ ګناهګار به هم معاف کیږی یعنی آخر به جنّت ته ځی دائمی عذاب نه به بچ وی ۔

جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّ لُؤْلُؤًا١ۚ وَ لِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ۝۳۳

ترجمه: باغونه دی دَ (همېشه) وسېدو چې دوی به ورننوځی ، دوی ته به کالی اچؤلی شی کنګڼی دَ سرو زرو اؤ ملغلرو ، اؤ جامې دَ دوی به هلته ریښم وی ۔ ف۴۲

ف۴۲: سرهٔ زر اؤ ریښم دَ مسلمان سړی دپاره پهٔ هغه جهان کښې جائز دی ۔ رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چا مسلمان سړی چې پهٔ دنیا کښې ریښمینې جامې واغوښتې پهٔ آخرت کښې به ېٔ نه اغوندی ۔

وَ قَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ١ؕ اِنَّ رَبَّنَا لَغَفُوْرٌ شَكُوْرُۙ۝۳۴

ترجمه: اؤ وائی به دوی شکرونه دَ الله چې لرې ېٔ کړو زمونږ نه غم ، بېشکه زمونږ رب بخښونکے قدردان دے ۔ ف۴۳

ف۴۳: یعنی دَ دنیا اؤ آخرت غم ېٔ رانه لرې کړو ۔ ګناهونه ېٔ راته معاف کړل اؤ پهٔ خپل فضل اؤ قدردانیٔ ېٔ زمونږ عبادت قبول کړو ۔

اِ۟لَّذِیْۤ اَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهٖ١ۚ لَا یَمَسُّنَا فِیْهَا نَصَبٌ وَّ لَا یَمَسُّنَا فِیْهَا لُغُوْبٌ۝۳۵

ترجمه: هغه رب چې را ېٔ وستُو مونږ دَ دېره کېدو کور ته پهٔ خپل فضل ، نهٔ به رسی پهٔ دې کښې مونږ ته څهٔ سخته اؤ نهٔ به رسی پهٔ دې کښې مونږ ته ستومانی ۔ ف۴۴

ف۴۴: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ پهٔ دنیا کښې پهٔ آرام وسېدل نهٔ وو هر وخت دَ روزیٔ غم اؤ منډې ترړې وې ۔ دَ دښمن ویره وه اؤ دَ بیماریٔ غم اؤ تکلیفونه وو ۔

دلته هر څهٔ ختم شو اؤ پهٔ آرام وسېدل مو نصیب شو ۔

وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ١ۚ لَا یُقْضٰی عَلَیْهِمْ فَیَمُوْتُوْا وَ لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِّنْ عَذَابِهَا١ؕ كَذٰلِكَ نَجْزِیْ كُلَّ كَفُوْرٍۚ۝۳۶

ترجمه: اؤ کوم خلق چې منکر دی دَ هغوی دپاره دَ دوزخ اور دے ، نهٔ به ېٔ نېټه پوره کیږی چې مړهٔ شی اؤ نهٔ به دوی نه کمؤلے شی دَ هغه ځائې څهٔ تکلیف ، هم دغه شان سزا ورکوؤ مونږ هر یو ناشکره ته ، ف۴۵

ف۴۵: کافرو ته به پهٔ آخرت کښې نهٔ بیا مرګ راځی چې دَ عذاب نه خلاص شی اؤ نهٔ به ېٔ پهٔ عذاب کښې چرته څهٔ کمے کیږی ۔ الله سره دَ ناشکرو هم دغه سزا ده ۔

وَ هُمْ یَصْطَرِخُوْنَ فِیْهَا١ۚ رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ١ؕ اَوَ لَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَّا یَتَذَكَّرُ فِیْهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَ جَآءَكُمُ النَّذِیْرُ١ؕ فَذُوْقُوْا فَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ۠۝۳۷

ترجمه: اؤ دوی به چغې وهی پهٔ دې دوزخ کښې ، اے ربه مونږ وباسه چې ښهٔ کارونه وکړو هغه کارونه نه ، کوم چې مونږه کؤل ۔ ف۴۶ آیا مونږ تاسو ته دومره عمر نهٔ وهٔ درکړے چې سوچ پکښې کړے وې چا چې سوچ کؤل غوښتل اؤ درغلے وهٔ تاسو ته ویروونکے(دَ عذاب نه) څکیٔ ، نشته دَ ګناهګارو هېڅوک مددګار ۔ ف۴۷

ف۴۶: یعنی پهٔ هغه وخت راته هغه کارونه ښهٔ ښکارېدل خو اوس راته ښهٔ بد معلوم شو ۔ کهٔ اوس دې دَ عذاب ته وویستو نو بیا به نافرنانی نهٔ کوؤ اؤ ښهٔ تابعدار بهٔ یو ۔

ف۴۷: یعنی دوزخیانو ته به ووئیلی شی چې مونږ عقل فکر اؤ دَ پوهې دپاره کافی عمر درکړے وهٔ کهٔ تاسو سوچ کړے وې اؤ دَ عقل فکر نه مو کار اخستې وې نو پهٔ دنیا کښې به مو هم ښهٔ اؤ بد پیژندلی وو اؤ پهٔ سمه لار به روان شوی ویٔ اؤ دا سخته به درباندې نهٔ راتله ۔ پهٔ تاسو کښې ډېرو کسانو شپیتهٔ اویا کاله دنیا کښې تېر کړی دی ۔ دَ سوچ کؤلو دپاره دغه موده هم ډېره وه ۔ بیا دَ دې نه علاوه مونږ درته داسې کسان هم در واستؤل چې تاسو ېٔ دَ دې ورځې دَ عذاب نه ویرولیٔ اؤ سمه لار ېٔ درته ښودله خو تاسو ورباندې یقین نهٔ کؤلو اوس تاسو سره هېڅ معقول عذر نشته ۔ پهٔ اور کښې پراتهٔ وسیٔ اؤ دَ خپل عمل خوند وڅکیٔ ۔ هېڅوک درسره امداد نهٔ شی کؤلے ۔

اِنَّ اللّٰهَ عٰلِمُ غَیْبِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۳۸

ترجمه: بېشکه الله خبر دے پهٔ دې رازونو دَ آسمانونو اؤ دَ زمکې ۔ هغه ښهٔ خبر دے څهٔ خبرې چې دی پهٔ زړونو کښې ۔ ف۴۸

ف۴۸: هغهٔ ته دَ بندیانو پټ اؤ څرګند ټول حالات معلوم دی ۔ هغه دَ بندیانو دَ زړونو دَ پټو رازونو اؤ نیتونو پهٔ حال هم خبر دے نو هر چا سره دَ هغهٔ دَ حال مناسب معامله کوی هغهٔ ته دا هم معلومه ده چې دوی به بیا چغې وهی اؤ منت زاری به کوی چې بیا به داسې کار نهٔ کوؤ خو دا دروغژن دی ۔ کهٔ اویا (۷۰) ځله بیا دنیا ته واستؤلے شی هم دَ خپل عمل نه به وانهٔ وړی ۔ دَ دوی فطرت هم دغه دے ۔ ”وَ لَوْ رُدُّوْا لَعَادُوْا لِمَا نُهُوْا عَنْهٗ وَ اِنَّهُمْ لَکَاذِبُوْنَ۝“ (اؤ کهٔ واپس کړی شو نو بیا به هم هغه کارونه کوی کومو نه چې منع شوی وو اؤ دوی یقینی دروغژن دی)۔

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ١ؕ فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ١ؕ وَ لَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ اِلَّا مَقْتًا١ۚ وَ لَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ اِلَّا خَسَارًا۝۳۹

ترجمه: هم هغه دے چا چې کړیٔ تاسو نائبان پهٔ زمکه ۔ ف۴۹ نو بیا چا چې ناشکری وکړه نو پهٔ هغهٔ ده دَ هغهٔ ناشکری ، اؤ منکرانو ته نهٔ زیاتوی دَ دوی انکار دَ خپل رب سره مګر بیزاری ۔ اؤ نهٔ زیاتیږی منکرانو ته دَ دوی دَ انکار پهٔ وجه مګر نقصان ۔ ف۵۰

ف۴۹: یعنی دَ تېرو قومونو پهٔ ځائې مو پهٔ دې وطن تاسو آباد کړیٔ اؤ دَ هغوی نه پس مو دَ وطن حکومت تاسو ته حواله کړو نو تاسو ته دَ دې نعمت شکریه ادا کؤل پکار وو ۔

ف۵۰: یعنی پهٔ کفر اؤ ناشکریٔ اؤ احکامو نهٔ منلو الله ته هېڅ نقصان نهٔ رسی۔ هغه زمونږ دَ ثنا صفت اؤ تعریف اؤ شکریٔے نه چې پرواه دے ۔ البته ناشکری کؤنکی پهٔ دې عمل خپل ځان ته نقصان رسوی ۔ دَ کفر نقصان هم دغه دے چې دَ الله ناراضی ترې زیاتیږی اؤ نقصان ېٔ هم دغه بنده ته ور رسی ۔

قُلْ اَرَءَیْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ اَرُوْنِیْ مَا ذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ١ۚ اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا فَهُمْ عَلٰی بَیِّنَتٍ مِّنْهُ١ۚ بَلْ اِنْ یَّعِدُ الظّٰلِمُوْنَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا اِلَّا غُرُوْرًا۝۴۰

ترجمه: ته ورته ووایه ، تاسو خو وګوریٔ خپلو شریکانو ته کوم چې تاسو بللو دَ الله نه غیر ۔ ما ته وښیٔ څهٔ جوړ کړی دی دوی پهٔ زمکه کښې ، یا دَ دوی څهٔ شراکت دے پهٔ آسمانونو کښې؟ ف۵۱ یا مونږ ورکړے دوی ته څهٔ کتاب چې هغه دَ دوی سند دے؟ ف۵۲ هېڅ هم نشته خو کومې وعدې چې ګناهګار دَ یو بل سره کوی ټول چل ول دے ۔ ف۵۳

ف۵۱: یعنی تاسو دَ خپلو باطلو معبودانو حالات ښهٔ معلوم کړیٔ اؤ بیا ما ته وښییٔ چې دوی پهٔ دنیا کښې څهٔ شے پیدا کړے دے یا دَ آسمانونو پهٔ ټینګؤلو کښې دَ دوی څومره لاس دے ۔ کهٔ هېڅ ېٔ هم نهٔ وی کړی نو بیا آخر خدایان ورته پهٔ څهٔ واییٔ څهٔ خو دَ عقل نه کار واخلیٔ؟

ف۵۲: یعنی کهٔ عقلی دلیل درسره نهٔ وی نو څهٔ نقلی دلیل پیش کړیٔ دَ کوم پهٔ وجه چې تاسو داسې مشرکانه عقیدې لریٔ ۔

ف۵۳: یعنی نهٔ ورسره عقلی دلیل شته اؤ نهٔ نقلی خبره ۔ صرف دغه هومره ده چې دَ دوی مشران کشرانو ته اؤ مخکښینی وروستیو ته دغه شیطانی خبره ښئی چې دا بتان به الله ته زمونږ سفارش کوی ۔

هٰٓؤُلَآءِ شُفَعَآءُنَا عِنْدَ اللهِ ۔

(دا بتان به الله ته زمونږ سفارش کوی) حالانکې دا خالصه دَ شیطان لمسه اؤ فریب دے ۔ دا غریبان به څهٔ سفارش وکړی پهٔ هغه دربار کښې خو لوی لوی پېغمبران ، ولیان اؤ فرښتې هم بې اجازته خبره نهٔ شی کؤلے ۔

اِنَّ اللّٰهَ یُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ اَنْ تَزُوْلَا١ۚ۬ وَ لَىِٕنْ زَالَتَاۤ اِنْ اَمْسَكَهُمَا مِنْ اَحَدٍ مِّنْۢ بَعْدِهٖ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا۝۴۱

ترجمه: بېشکه الله ټینګ کړی دی آسمانونه اؤ زمکه چې ونهٔ ښوئیږی اؤ کهٔ وښوئیدل دا دواړه ، نهٔ ېٔ شی ټینګؤلے هېڅوک هم دَ الله نه سوا ۔ ف۵۴ بېشکه هغه دے تحمّل کؤنکے بخښونکے ۔ ف۵۵

ف۵۴: یعنی دا دَ هغه الله عظیم قدرت دے چې دا دومره غټ غټ څیزونه ېٔ پهٔ خپل خپل مرکز ټینګ ودرؤلی دی ۔ یو شے هم دَ خپل مرکز نه یوه ذره برابر نهٔ شی خوزېدے ۔ اؤ کهٔ بالفرض څهٔ شے پکښې بې ځایه کېدو نو بې دَ الله دَ قدرت دَ لاس نه ېٔ بل هېڅوک نهٔ شی راټینګؤلے ۔ چنانچې دَ قیامت پهٔ ورځ به الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت اؤ حکم دغه ټول نظام ګډ وډ کړی اؤ هېڅ طاقت به ېٔ نهٔ شی بچ کؤلے ۔

ف۵۵: دَ مخلوق دَ کفر اؤ نافرمانیٔ خو دا تقاضا ده چې پهٔ دغه وخت دا دنیا ګډه وډه اؤ تباه کړی لېکن الله تعالیٰ ډېر تحمّل کوونکے ، خپل مخلوق معاف کؤنکے اؤ ډېر مهربانه دے ۔ ځکه دا نظام باقی پاتې دے ګنی پخوا به ېٔ وران کړے وهٔ ۔

وَ اَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ لَّیَكُوْنُنَّ اَهْدٰی مِنْ اِحْدَی الْاُمَمِ١ۚ فَلَمَّا جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ مَّا زَادَهُمْ اِلَّا نُفُوْرَاۙ۝۴۲

ترجمه: اؤ قسمونه به ېٔ خوړل پهٔ الله کلک قسمونه ، چې کهٔ راغلو دوی ته څوک ویروونکے (پېغمبر) نو البته دوی به ضرور ښهٔ پهٔ نېغه لار روان شی دَ هر یو اُمت نه (زیات) بیا کله چې راغلو دوی ته ویروونکے (پېغمبر) نو نوره زیاته شوه دَ دوی تېښته (دَ حق نه) ،

اِ۟سْتِكْبَارًا فِی الْاَرْضِ وَ مَكْرَ السَّیِّئِ١ؕ وَ لَا یَحِیْقُ الْمَكْرُ السَّیِّئُ اِلَّا بِاَهْلِهٖ١ؕ فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا سُنَّتَ الْاَوَّلِیْنَ١ۚ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا١ۚ۬ وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَحْوِیْلًا۝۴۳

ترجمه: کبر کؤل پهٔ ملک کښې اؤ چل جوړؤل دَ ناکاره کارونو اؤ خراب چلونه به اپوټه کیږی هم پهٔ دغه چل ګریو ، ف۵۶ نو اوس دوی هم انتظار کوی دَ مخکښې قومونو پهٔ شان ۔ نو نهٔ به ېٔ مومې ته دَ الله قانون بدلیدونکے ۔ اؤ نهٔ به مومې تهٔ دَ الله قانون اوړېدونکے ۔ ف۵۷

ف۵۶: عربو چې به دا اورېدل چې یهودیانو اؤ نورو قومونو دَ خپلو پېغمبرانو داسې داسې نافرمانیٔ کړی دی نو وې به ېٔ چې دا خو ېٔ ډېر بد کړی دی اؤ کهٔ چرې مونږ ته پېغمبر راغلو نو مونږ خو به ېٔ هېچرې نافرمانی ونهٔ کړو اؤ داسې پاخهٔ ملګری به ېٔ یو چې دنیا کښې به هېڅ قوم دَ خپل پېغمبر داسې ملګرتیا نهٔ وی کړے ۔ لېکن کله چې ورته الله تعالیٰ خپل محبوب پېغمبرﷺ را واستؤلو نو خپلې خبرې ترې هېرې شوې اؤ کبر و غرور دَ نبیﷺ خبرو ته سر ټیټؤلو ته پرې نهٔ ښودل ۔ دَ فرمانبرداریٔ پهٔ ځائې ېٔ ورسره سخته دښمنی شروع کړه اؤ قسم قسم چلونه ېٔ ورته جوړ کړل ۔ لېکن یاد لریٔ چې دَ دوی دا چل ول دَ الله پېغمبرﷺ ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔ دا چلې ولې به ورباندې خپله را پورته کیږی اؤ نقصان به ېٔ هم دوی ته رسی ۔ څو ورځې دې زړهٔ خوشحاله کړی چې پهٔ دې چل مو ورته دا تکلیف ورسؤلو اؤ پهٔ دې چل ۔ دا خو آخر کښې به ورته معلومه شی چې دا ټول تاوان ېٔ خپل ځان ته رسؤلے وهٔ ۔ فرض کړه کهٔ پهٔ دنیا کښې دَ تباهیٔ نه بچ هم شی خو دَ آخرت تاوان ېٔ یقینی دے اؤ هلته به ېٔ پهٔ ښهٔ شان ووینی ۔

ف۵۷: یعنی دا دَ مکّې معظّمې مشرکان پهٔ دې انتظار دی چې دَ تېرو قومونو سره څهٔ معامله شوے ده دوی سره هم هغه شان کار وشی ۔ نو کهٔ اوړی نه نو دا به هم ورسره وشی ۔ مجرمانو ته دَ سزا ورکؤلو کومه طریقه چې دَ الله ده هغه نهٔ چرې بدله شوے ده اؤ نهٔ بل خوا اوړېدلے۔

یعنی نهٔ چرې مجرم ته دَ سزا پهٔ ځائې انعام ورکړې شوے دے اؤ نهٔ دَ مجرم پهٔ ځائې بل غیر مجرم ته سزا ورکړې شوے ده ۔

اَوَ لَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً١ؕ وَ مَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعْجِزَهٗ مِنْ شَیْءٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَ لَا فِی الْاَرْضِ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ عَلِیْمًا قَدِیْرًا۝۴۴

ترجمه: آیا دوی ګرځیدلی نهٔ دی پهٔ ملک کښې چې ووینی چې څنګه شو انجام دَ هغه قومونو چې دَ دوی نه مخکښې وو ۔ اؤ وو هغوی دَ دوی نه ډېر زیات پهٔ طاقت کښې ، اؤ ”الله“ هغه نهٔ دے چې کمزورے ېٔ کړی څهٔ شے پهٔ آسمانونو کښې اؤ نهٔ پهٔ زمکه کښې ، بېشکه هغه دے پهٔ هر څهٔ خبردار هر څهٔ کؤلے شی ، ف۵۸

ف۵۸: یعنی غټ غټ مضبوط اؤ طاقتور قومونه دَ الله دَ ګرفت نه نهٔ دی بچ شوی (لکه عاد اؤ ثمود وغېره) نو دا عاجزان دې لا پهٔ کوم قطار کښې دی ۔ یاد لریٔ دَ زمکې اؤ آسمان هېڅ طاقت الله نهٔ شی عاجزه کؤلے ۔ علم دَ هغهٔ پهٔ هر څهٔ حاوی دے اؤ طاقت دَ هغهٔ کامل دے نو بیا عاجزه به څنګه شی؟

وَ لَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوْا مَا تَرَكَ عَلٰی ظَهْرِهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّ لٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی١ۚ فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِعِبَادِهٖ بَصِیْرًا۠۝۴۵

ترجمه: اؤ کهٔ نیول وکړی الله دَ خلقو دَ هغوی پهٔ عملونو، پرې به نهٔ ږدی دَ زمکې پهٔ مخ یو هم ګرزیدونکے څیز ۔ ف۵۹ لېکن الله مهلت ورکوی تر یو مقررې نېټې پورې ، بیا کله چې را ورسی دغه نېټه ۔ نو دَ الله پهٔ نظر کښې دی دَ هغهٔ ټول بندیان ۔ ف۶۰

ف۵۹: یعنی دا مخلوق چې څومره ګناهونه کوی کهٔ پهٔ هره ګناه الله تعالیٰ پوره پوره سزا پهٔ دنیا کښې ورکؤل وغواړی نو دَ زمکې پهٔ مخ به یو ژوندے شے هم پاتې نهٔ شی ۔ نافرمانه خو به دَ نافرمانیٔ پهٔ وجه تباه شی اؤ کامل فرمانبردار خو اکثر ډېر لږ وی ۔ هغوی به دَ خپل کمی پهٔ وجه تباه شی ځکه چې دَ دې دنیا نظام داسې جوړ دے چې پهٔ شمار څو کسه بنیادم پهٔ دنیا کښې آباد پاتې کېدل دَ حکمت نه خلاف دی اؤ چې بنیادم پهٔ دنیا کښې نهٔ وی نو حیوانات به دَ څهٔ دپاره پاتی کیږی اؤ چې حیوانات نهٔ وی نو پهٔ ونو بوټو به څوک څهٔ کوی ۔ غرض دا چې دَ دنیا دا ټول نظام خو دَ بنیادم دپاره دے چې بنیادم پاتې نهٔ شی نو نوره دنیا به هم ختمه شی ۔

ف۶۰: یعنی الله تعالیٰ تر یو خاص وخته پورې مهلت ورکړے دے اؤ پهٔ هره ګناه سمدستی سزا نهٔ ورکوی خو چې کله هغه مقرر وخت راشی نو هر یو بنده دَ الله پهٔ نظر کښې دے ۔ دَ هر چا عمل نیک وی کهٔ بد ورته ښهٔ معلوم دے ۔ نو دوی ته به دَ خپل کامل علم موافق دَ هر وړوکی اؤ غټ کار پوره پوره بدله ورکړی اؤ پوره پوره صحیح فیصله به وکړی ۔ نهٔ ترېنه چرته یو مجرم پټېدے شی اؤ نهٔ به دَ چا حقدار حق وهلی شی ۔ ټولو ته به پهٔ انصاف و عدل پوره پوره بدله ورکؤلے شی (الله تعالیٰ دې زمونږ ګناهونه معاف کړی اؤ دَ خپلې تابعداریٔ توفیق دې راکړی ۔ آمین)

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ یٰسٓ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَلٰثٌ وَّ ثَمَانُوْنَ اٰیَۃً وَّخَمْسُ رُکُوْعَاتٍؔ ۔

ترجمه: سورة یٰسٓ ، مکّه کښې نازل شوے ، دې کښې درے اتیا(۸۳) آیتونه اؤ پنځهٔ رکوع دی۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

یٰسٓۚ۝۱

ترجمه: یٰسٓ ۔

وَ الْقُرْاٰنِ الْحَكِیْمِۙ۝۲

ترجمه: قسم دے پهٔ دې پوخ قرآن ،

اِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَۙ۝۳

ترجمه: بېشکه تهٔ ئ دَ راستؤلو شویو نه ۔

عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍؕ۝۴

ترجمه: پهٔ سمه نېغه لار باندې ۔ ف۱

ف۱: یعنی قرآن کریم دَ خپل اعجازی شان اؤ دَ حکمت و دانش نه ډکو تعلیماتو اؤ خپلو پخو مضامینو پهٔ لحاظ دَ دې خبرې زبردست ثبوت اؤ پوره ګواه دے چې کوم کامل انسان چې داسې عظیم کتاب راؤړے دے هغه یقینًا دَ الله رسولﷺ دے اؤ دَ هغهٔ تابعداری کؤنکی یقینًا پهٔ حقه لار دی اؤ دَ منزلِ مقصود نه دَ خطا کېدو څهٔ خطره ورته نشته ۔

تَنْزِیْلَ الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِۙ۝۵

ترجمه: را لېږلې ئ دَ زبردست رحم کؤنکی ۔ ف۲

ف۲: یعنی دَ دین دا نېغه لار اؤ عظیم کتاب هغه الله راستؤلے دے چې زبردست دے ۔ منکر بې سزا نهٔ پریږدی اؤ رحم کؤنکے دے ۔ پهٔ منونکیو باندې ډېره مهربانی اؤ احسانونه کوی ځکه دَ قرآنِ کریم ځنی آیتونو کښې دَ مهربانیٔ اؤ بخشش شان دے اؤ ځنې ېٔ دَ قهر اؤ غضب نه ډک دی ۔

لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اُنْذِرَ اٰبَآؤُهُمْ فَهُمْ غٰفِلُوْنَ۝۶

ترجمه: چې ویروې یو داسې قوم چې نهٔ دی ویرولی شوی دَ دوی پلار نیکهٔ نو دوی بې خبره دی ،

لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلٰۤی اَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۷

ترجمه: ثابته شوے ده خبره پهٔ دوی کښې ډېرو باندې نو دوی ېٔ نهٔ منی ۔ ف۳

ف۳: یعنی ستا پهٔ ذمه ډېر سخت کار دے ۔ دَ عربو داسې جاهل قوم دَ غفلت دَ خوب نه بیدارؤل چا ته چې دَ سوونو کالو راسې څوک بیدارؤنکے نهٔ دے راغلے ۔ داسې جاهل قوم چې نهٔ دَ الله نه خبر دی اؤ نهٔ دَ مذهب دَ تعلیم نه ۔ نهٔ دَ آخرت ورځ پیژنی اؤ نهٔ پهٔ دوباره ژوند یقین لری ، دَ ښهٔ بد نه هډو خبر نهٔ دی اؤ نهٔ ورسره دَ خپل انجام څهٔ فکر شته ۔ داسې جاهل قوم دَ سوونو کالو دَ تیرو نه اؤ دَ جهالت دَ کندو نه راویستل اؤ دَ مذهب پهٔ سمه نېغه لار روانؤل ډېر ګران کار دے ۔ بېشکه تهٔ به دَ دې قوم پهٔ بیدارؤلو کښې خپل پوره کوشش کوې اؤ دوی ته به نیک و بد ښهٔ واضح کړې ۔ لېکن ډېر کسان به داسې وی چې ستا نصیحت ته به دَ سره غوږ نه ږدی ځکه چې پهٔ دې خلقو شیطان خپله قبضه ښهٔ پخه کړے ده اؤ دغه خرابې عقیدې اؤ ناکاره کارونه ېٔ ورته ښائسته کړی دی اؤ دَ آخرت ژوند ېٔ ورته دَ سترګو نه پناه کړے دے ۔ بس دغه دنیا اؤ دَ دنیا خوشحالی دوی خپل آخری مقصد ګڼی ۔ پهٔ داسې کسانو یو طرف ته دَ شیطان هغه خبره چې زهٔ به دَ بنیادم اولاد بې لارې کوم ۔ رښتیا کیږی ۔

لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمْ الْمُخْلَصِیْنَ۝

(دَ مخلصانو بندیانو نه علاوه به ټول بنیادم بې لارې کړم)

اؤ بل طرف ته دَ دې ځواب کښې دَ الله قول پهٔ دوی ثابتیږی چې ”لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَ مِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ اَجْمَعِیْنَ۝

(زهٔ به دَ دوزخ ډک کړم پهٔ تا اؤ پهٔ دې بنیادمو کښې چې څوک ستا تابع شو پهٔ ټولو)

باقی دَ الله تعالیٰ پهٔ علمِ ازلی کښې خو هغهٔ ته دا دَ ازل نه معلومه ده چې دَ فلانی قوم فلانی فلانی کسان نه دَ شیطان پهٔ لمسه بې لارې کیږی اؤ دَ عذاب حقدار کیږی به نو دَ داسې کسانو نه دَ ایمان راؤړو هېڅ طمع نشته ۔ نو تا ته کهٔ پهٔ خپل کار کښې دا قسم مشکلات مخې ته راځی نو تهٔ خپل کوشش جاری ساته اؤ پهٔ داسې خبرو خفه کېږه مه ۔ تهٔ خپل کوشش پوره پوره کوه اؤ نتیجه ېٔ الله ته سپاره ۔ پهٔ دې خبره پوهېدو دپاره دا لاندې آیتونه نظر کښې وساتیٔ ۔ ارشاد دے:

وَ مَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ۝۳۶وَ اِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ۝۳۷

(سورتِ زخرف ، رکوع۴)

(اؤ څوک چې سترګې پټې کړی دَ الله دَ یادو نه نو مونږ مقرر کړو پهٔ هغهٔ یو شیطان بیا هغه ېٔ ملګرے شی نو منع ېٔ کړی دَ سمې لار ېنه اؤ دَ دوی دا خیال وی چې مونږ پهٔ سمه لار روان یو)

یعنی شیطان دَ اول نه پهٔ چا قبضه نهٔ کوی خو چې څوک ځان ړوند کړی ، نصیحت نهٔ اوری نو نتیجه ېٔ دا شی چې شیطان ورباندې قبضه وکړی ۔ لکه ډېره موده کهٔ څوک دَ یو اندام نه کار وا نهٔ خلی اؤ دغه شان ېٔ بې حرکته پرېږدی نو هغه اندام ورو ورو بې کاره شی ۔ بیا کهٔ ېٔ دې خوزؤل غواړی هم نهٔ خوزی ۔ بل ځائې ارشاد دے:

فَلَمَّا زَاغُوْۤا اَزَاغَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ“ (سورتِ الصّٰف ، رکوع ۱)

(بیا کله چې دوی واؤړېدل نو واوړؤل الله دَ دوی زړونه)

وَ نُقَلِّبُ اَفْـِٕدَتَهُمْ وَ اَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ یُؤْمِنُوْا بِهٖۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّ نَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ۠۝۱۱۰ (سورتِ انعام ، رکوع ۱۳)

(اؤ مونږ به اپوټه کړو دَ دوی زړونه اؤ دَ دوی سترګې لکه چې دوی ایمان را نهٔ وړو زمونږ پهٔ آیتونو وړومبی ځل اؤ پرې به ېٔ ږدو پهٔ سرکشیٔ کښې چې ټکرې وهی)

وَ قَیَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَیَّنُوْا لَهُمْ مَّا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ وَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ الخ (حم السجدة ، رکوع ۳)

(اؤ مقرر کړل مونږ دَ دوی سره ملګری نو ښائسته ېٔ کړل ورته وړاندې وروستو څیزونه اؤ ثابته شوه پهٔ دوی خبره دَ عذاب دَ تېرو قومونو سره)

شیطان چې پهٔ چا مسلط شی نو نتیجه ېٔ دا وی چې دَ عذاب حقدار شی ۔

وَ الَّذِیْ قَالَ لِوَالِدَیْهِ اُفٍّ لَّكُمَاۤ اَتَعِدٰنِنِیْۤ اَنْ اُخْرَجَ وَ قَدْ خَلَتِ الْقُرُوْنُ مِنْ قَبْلِیْ١ۚ وَ هُمَا یَسْتَغِیْثٰنِ اللّٰهَ وَیْلَكَ اٰمِنْ١ۖۗ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ١ۖۚ فَیَقُوْلُ مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ الخ

(سورتِ الاحقاف ، رکوع ۲)

(اؤ چا چې ووې مور پلار ته زهٔ تاسو نه بیزار یم آیا تاسو ما پهٔ دې ویرویٔ چې زهٔ به دَ قبر نه بیا را ویستے شم اؤ تېرې شوی دی زما نه مخکښې ډېرې ډلې اؤ مور پلار به ېٔ فریاد کؤلو الله ته چې ایمان راؤړه دَ الله وعده وښتونی ده ، دهٔ به ورته وې دا خو هسې زړې قصې دی هم دغه کسان دی چې ثابته شوے ده پرې دَ عذاب خبره دَ تېرو قومونو سره)

دَ دې درے واړه قسمه آیتونو نه معلومیږی چې دَ حق القول لفظ دَ هغه چا دپاره دے څوک چې دَ آخرت اؤ جزا و سزا نه انکاری دی بدیٔ ته بدی نهٔ وائی ۔ دَ شیطان پهٔ لمسه ورته خراب کارونه ښهٔ ښکاری ۔ بدیٔ ته نیکی وائی اؤ دَ چا نصیحت نهٔ اوری ، دلیل نهٔ منی ، څرګندې علامې نهٔ وینی اؤ دَ ځانه خبرې جوړوی ۔ دَ پېغمبر خبره پهٔ غور واؤری خو فکر ورته نهٔ کوی ۔ صرف نفسانی خواهش ېٔ خپل مقصد ګرځؤلے وی دَ عقل نه کار نهٔ اخلی ۔ پهٔ سترګو دَ قدرت نښانو ته نهٔ ګوری اؤ پهٔ غوږو حقه خبره نهٔ اوری ۔ دَ حق نه داسې مخ اړؤلو پهٔ نتیجه کښې الله تعالیٰ پهٔ زړونو داسې مهر ولګوی چې دَ نصیحت ورننوتو پکښې هډو څهٔ درک پاتې نهٔ شی ، نو الله تعالیٰ ېٔ هم دغه شان پهٔ تیارهٔ کښې پرېږدی ۔ لکه یو رنځور چې دَ دارو خوړو نه قسم وخوری ، دَ طبیب سره دښمنی را واخلی اؤ هر قسم بد پرهیزی شروع کړی نو الله تعالیٰ ېٔ هم مرض دَ مرګ درجې ته ورسوی اؤ آخر هلاک شی ۔ الله تعالیٰ فرمائی:

تِلْكَ الْقُرٰی نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآىِٕهَا١ۚ وَ لَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ١ۚ فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا مِنْ قَبْلُ١ؕ كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِ الْكٰفِرِیْنَ۝۱۰۱ (سورتِ اعراف ، رکوع ۱۲)

(دغه کلی دی مونږ ېٔ تا ته خبرونه بیانوؤ بېشکه دوی ته دَ دوی رسولانو راؤړی وو څرګند دلیلونه نو دوی ایمان نهٔ راؤړو پهٔ هغه خبرو چې مخکښې ېٔ تکذیب کړے وهٔ دغه شان مهر لګوی دَ کافرانو پهٔ زړونو)

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْۢ بَعْدِهٖ رُسُلًا اِلٰی قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ١ؕ كَذٰلِكَ نَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِ الْمُعْتَدِیْنَ۝۷۴

(سورتِ یونس ، رکوع ۸)

(بیا مونږ واستؤل دَ دهٔ نه پس رسولان دَ دهٔ قوم ته نو راوړل ورته هغوی څرګند دلیلونه بیا ایمان نهٔ راؤړو دغه خلقو پهٔ هغه خبرو چې مخکښې ېٔ دروغ ګڼلې وې دغه شان مهر لګوؤ مونږ دَ زیاتی کؤنکیو پهٔ زړونو)

وَ لَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ١ؕ وَ لَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ (سورتِ روم ، رکوع ۶)

(اؤ بېشکه مونږ بیان کړل خلقو ته پهٔ دې قرآن کښې هر قسم مثالونه اؤ کهٔ تهٔ پیش کړې دوی ته یو آیت نو ضرور به وائی کافران تاسو خو ټول دروغ جوړویٔ ۔ دغه شان مهر لګوی الله تعالیٰ دَ هغه چا پهٔ زړونو چې عقل نهٔ لری نو تهٔ صبر کوه دَ الله وعده بېشکه رښتونے ده)

كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابُۚۖ اِ۟لَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ١ؕ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ وَ عِنْدَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ؕ كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ (سورتِ مؤمن ، رکوع ۴)

(دغه شان ګمراه کوی الله تعالیٰ څوک چې بې باکه شک کؤنکے وی هغه چې بحثونه کوی دَ الله پهٔ آیتونو کښې بغیر دَ مضبوط دلیله چې دوی ته رسیدلی دی غټه بیزاری ده دَ الله سره اؤ دَ مؤمنانو سره هم دغه شان مهر لګوی الله تعالیٰ دَ هر کبر کؤنکی سرکشه پهٔ زړهٔ باندې)

وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ١ۚ حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَا ذَا قَالَ اٰنِفًا١۫ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ ۔ (سورتِ محمّد ، رکوع ۲)

(اؤ پهٔ دوی کښې ځنی کسان غوږ ږدی (ستا خبرو ته) خو چې ستا (دَ مجلس) نه بهر ته ووځی نو دَ پوهې خاوندانو ته وائی ، اوس اوس ېٔ څهٔ ووې؟ دغه کسان دی چې مهر لګؤلے دے الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ زړونو)

بَلْ طَبَعَ اللّٰهُ عَلَیْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۝ (سورتِ نسآء ، رکوع ۲۲)

(داسې نهٔ ده بلکې مهر لګؤلے دے الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ زړونو دَ دوی دَ کفر پهٔ وجه نو ایمان نهٔ راؤړی مګر لږ)

كَلَّا بَلْ١ٚ رَانَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ۝۱۴ (سورتِ مطففین ، رکوع ۱)

(هرګز داسې نهٔ ده بلکې قبضه کړی پهٔ زړونو څهٔ عملونو چې دوی کؤل (دَ دوی ناکاره عملونو)

اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَ اَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰی عِلْمٍ وَّ خَتَمَ عَلٰی سَمْعِهٖ وَ قَلْبِهٖ وَ جَعَلَ عَلٰی بَصَرِهٖ غِشٰوَةً١ؕ فَمَنْ یَّهْدِیْهِ مِنْۢ بَعْدِ اللّٰهِ١ؕ

(سورتِ جاثیه ، رکوع ۳)

(آیا تا لیدلے دے هغه سړے چې جوړ ېٔ کړو دَ خپل نفس دَ خواهش نه خدائې اؤ ګمراه کړو الله تعالیٰ سره دَ علمه اؤ مهر ېٔ ورته ولګؤلو پهٔ غوږونو اؤ پهٔ زړهٔ اؤ جوړې ېٔ کړې ورته پهٔ سترګو پردې نو څوک دی چې پهٔ لار ېٔ کړی دَ الله نه غیر)

وَ لَقَدْ ذَرَاْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِیْرًا مِّنَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ١ۖ٘ لَهُمْ قُلُوْبٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ بِهَا١٘ وَ لَهُمْ اَعْیُنٌ لَّا یُبْصِرُوْنَ بِهَا١٘ وَ لَهُمْ اٰذَانٌ لَّا یَسْمَعُوْنَ بِهَا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ۝۱۷۹ (سورتِ اعراف ، رکوع ۲۲)

(اؤ مونږ پیدا کړی دی دَ دوزخ دپاره ډېر پېریان اؤ بنیادم دَ هغوی زړونه شته خو پوهیږی پرې نه اؤ سترګې ېٔ شته خو وینی پرې نه اؤ غوږونه ېٔ شته خو اوری پرې نه ۔ دغه کسان دَ څارویو پهٔ شان دی بلکې دَ څارویو نه زیات ګمراه دی هم دغه کسان دی غافله)

یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ مِنْۢ بَعْدِ مَوَاضِعِهٖ١ۚ یَقُوْلُوْنَ اِنْ اُوْتِیْتُمْ هٰذَا فَخُذُوْهُ وَ اِنْ لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوْا١ؕ وَ مَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ فِتْنَتَهٗ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَمْ یُرِدِ اللّٰهُ اَنْ یُّطَهِّرَ قُلُوْبَهُمْ١ؕ (سورتِ المائده ، رکوع ۶)

(دغه کسان بدلوی خبره دَ خپل ځائې نه وائی کهٔ تاسو ته دغه حکم درکړی خو عمل پرې وکړیٔ اؤ کهٔ دغه حکم در نهٔ کړی نو ځان ترې وساتیٔ اؤ چا ته چې الله تعالیٰ دَ ګمراه کؤلو اراده وکړه نو تهٔ دَ هغوی دپاره دَ الله سره هېڅ نهٔ شې کؤلے دا هغه کسان دی چې الله تعالیٰ نهٔ ده غوښتې چې دَ دوی زړونه پاک کړی)

اِنَّا جَعَلْنَا فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ اَغْلٰلًا فَهِیَ اِلَی الْاَذْقَانِ فَهُمْ مُّقْمَحُوْنَ۝۸

ترجمه: مونږ اچؤلی دَ دوی پهٔ څټونو کښې طوقونه نو دا دی تر زنو پورې ۔ نو دوی سرونه وچت نیولی ۔ ف۴

ف۴: دا دَ هغه کسانو حالت دے دَ چا بیان چې یورتنیٔ فائده کښې وشو ۔ دغه طوقونه دَ جهالت ، زاړهٔ رسمونو دَ مال اؤ دولت مینه اؤ دَ پلار نیکهٔ پهٔ زړه لاره تګ طوقونه وو چې دَ دوی دَ مرۍ نه چاپېره وو اؤ کبر و غرور سر ټیټؤل ته ېٔ نهٔ پرېښؤل چې سمه لار ېٔ لیدلے وې ۔

وَ جَعَلْنَا مِنْۢ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ سَدًّا وَّ مِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَاَغْشَیْنٰهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ۝۹

ترجمه: اؤ جوړ کړې مونږ دَ دوی مخې ته دیوال اؤ شا ته دیوال ۔ بیا مو دپاسه پټ کړے نو دوی پرې هېڅ نهٔ وینی ۔ ف۵

ف۵: دَ پېغمبرﷺ دښمنیٔ دَ دوی اؤ دَ هدایت قبلؤلو ترمینځه یو دیوال ودرؤلے وهٔ ۔ دوی دَ جهالت اؤ زوړ رسم رواج پهٔ تیرو کښې داسې ډوب وو چې وړاندې وروستو اؤ ښکته پورته ېٔ هېڅ نهٔ لیدل ۔ نهٔ ېٔ دَ تېرو قومونو دَ واقعاتو نه څهٔ سبق اخستو اؤ نهٔ ېٔ پهٔ مستقبل نظر وهٔ ۔ باقی دَ دې حالت نسبت الله تعالیٰ ته ځکه شوے دے چې دَ خیر و شر هر څهٔ خالق الله دے اؤ پهٔ دنیاوی اسبابو باندې دَ هغې سبب هم دَ الله پهٔ مشیت اؤ اراده مرتب کیږی ۔ امام رازیؒ فرمائی دَ دې آیتونو نه پهٔ آفاقی (خارجی) دلیلونو باندې دَ غور و فکر کؤلو نفی وشوه لکه چې پهٔ ”فَهُمْ مُقْمَحُوْنَ“ کښې دَ انفسی دلائلو نه (خپل ځان باندې غور کؤلو) دَ دوی غفلت ته اشاره ده ځکه چې سر ېٔ وچت نیولے وی اؤ ښکته کتې نهٔ شی نو پهٔ خپل ځان به غور و فکر څنګه وکړی؟ یعنی دوی نهٔ پهٔ آفاقی دلائلو غور کوی اؤ نهٔ پهٔ انفسی ۔

وَ سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ۝۱۰

ترجمه: اؤ یو شان دی دوی ته کهٔ تهٔ وویروې اؤ کهٔ وې نهٔ ویروې یقین نهٔ کوی ۔ ف۶

ف۶: دوی ته خو یو شان دے لېکن ستا دپاره یو شان نهٔ دے بلکې داسې سخت نافرمانه اؤ سرکش قوم ته نصیحت کؤلو کښې ډېرې وچتې درجې اؤ لوئے اجر دے ۔ اؤ کله کله دا وچت اخلاق دَ نورو دپاره هم دَ هدایت سبب وګرځی ۔ دغه شان یو آیت پهٔ سورتِ بقره کښې هم تېر شوے دے ، دَ هغې تفسیر وګوریٔ ۔

اِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ١ۚ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَّ اَجْرٍ كَرِیْمٍ۝۱۱

ترجمه: تهٔ خو ویرؤلے شې هغه کسان چې روانیږی پهٔ پوهه اؤ ویریږی دَ رحمان (الله) نه پهٔ نالیدو ، نو زېرے ورکړه (هغه ویرېدونکیو کسانو ته) دَ معافیٔ اؤ دَ عزت دَ ثواب ۔ ف۷

ف۷: یعنی دَ انذار فائده خو هغه چا ته رسی څوک چې نصیحت منی اؤ عمل پرې کوی اؤ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ الله خوف وی اؤ څوک چې نهٔ نصیحت ته غوږ نیسی ، نهٔ الله منی اؤ نهٔ دَ الله نه ویریږی داسې بنده ته دَ نبیﷺ دَ خبرو نه دَ هېڅ خیر رسېدو طمع نشته ۔ داسې خلق دَ خپلې نافرمانیٔ اؤ سرکشیٔ پهٔ وجه دَ رحمت اؤ مغفرت پهٔ ځائې دَ سزا حقدار شی ۔ مخکښې دې ته اشاره ده چې دَ عزت اؤ ذلّت پوره ښکاره کېدل به دَ ژوند پهٔ بل دور کښې کیږی دَ کوم شروع چې دَ مرګ نه پس کیږی ۔

اِنَّا نَحْنُ نُحْیِ الْمَوْتٰی وَ نَكْتُبُ مَا قَدَّمُوْا وَ اٰثَارَهُمْ١ۣؕ وَ كُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ فِیْۤ اِمَامٍ مُّبِیْنٍ۠۝۱۲

ترجمه: مونږ یو چې ژوندی کوؤ مړی ف۸ اؤ لیکو څهٔ چې ېٔ مخکښې استؤلی اؤ څهٔ چې ترې وروستو پاتی دی ف۹ اؤ هر شے مونږ شمېرلې دے پهٔ یو واضح کتاب کښې ۔ ف۱۰

ف۸: یعنی دَ مرګ نه پس دوباره ژوند یقینی دے چرته چې به هر څوک دَ خپل عمل بدله مومی اؤ شاید چې دې ته اشاره وی چې دَ دې قوم (عربو) کوم روحانی طاقتونه چې دَ کفر اؤ جهالت پهٔ وجه ختم شوی دی ۔ الله تعالیٰ دا قدرت لری چې دَ دوی دا روحانی طاقتونه بیا رابیدار کړی اؤ یو ژوندے اؤ ترقی یافته قوم ترې جوړ کړی چې پهٔ دنیا کښې غټ غټ کارونه وکړی اؤ راتلونکی نسل ته خپل عظیم یادګارونه پریږدی ۔

ف۹: یعنی خپل ښهٔ یا ناکاره کارونه کوم چې ېٔ مخکښې استؤلی دی اؤ کوم ښهٔ یا ناکاره کارونه چې اثر ېٔ وروستو پاتې دے لکه چا یو کتاب لیکلے وی یا ېٔ چا ته علم ښودلے وی یا ېٔ بل څهٔ صدقه جاریه پریٔښې وی (پل یا جماعت ېٔ جوړ کړے وی) یا دَ څهٔ ښهٔ کار یا بد کار یو رواج ېٔ روان کړے وی چې وروستی خلق پرې عمل کوی ۔ دا ټولې خبرې پهٔ دې کښې راځی ۔ بلکې دَ الفاظو دَ عام والی پهٔ بنا خو پکښې دَ پل هغه نخښې هم راځی کومې چې یو ښهٔ کار پسې دَ تلو پهٔ وخت پهٔ زمکه پاتې کیږی لکه یو حدیث کښې دی ۔ دِیَارُکُمْ تَکْتُبُ اٰثَارَکُمْ ۔

ف۱۰: لکه څنګه چې اعمال اؤ آثار دَ واقع کېدو نه پس لیکلے اؤ محفوظ کؤلے شی ۔ دغه شان دَ واقع کېدو نه مخکښې هم دا یو یو څیز پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلے شوے پروت دے ۔ اؤ دغه لیک هم خالص یو انتظامی معامله اؤ دَ قانون اؤ ضابطې اؤ مصالحو دپاره دے ۔ ګنی دَ الله تعالیٰ پهٔ علمِ قدیم کښې خو هر شے حاضر اؤ هر وړوکے اؤ لوئے کار پهٔ تفصیل سره موجود دے ۔ اؤ هم دَ هغهٔ قدیم علمِ خداوندی موافق پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلے شوے دے ۔

وَ اضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا اَصْحٰبَ الْقَرْیَةِ١ۘ اِذْ جَآءَهَا الْمُرْسَلُوْنَۚ۝۱۳

ترجمه: اؤ بیان کړه دوی ته مثال دَ یو کلی دَ خلقو ف۱۱ کوم وخت چې راغلل دوی ته رسولان ، ف۱۲

ف۱۱: دَ اکثرو مفسرینو پهٔ خیال دا کلے انطاکیه دے ۔ اؤ دَ بائبل پهٔ کتاب اعمال کښې پهٔ اتم اؤ یولسم باب کښې هم دَ انطاکیه ښار متعلق دغه شان یوه قصه بیان شوے ده چې دَ دواړو ترمینځه لږ فرق دے لېکن ابن کثیرؒ پهٔ دې خبره پهٔ تاریخی حیثیت اؤ دَ قرآن دَ سیاق و سباق پهٔ رڼا کښې څهٔ اعتراضونه کړی دی کهٔ دغه اعتراضونه صحیح وی نو بیا دا وئیلی شی چې دا واقعه دَ انطاکیه نهٔ ده بلکې دَ یو بل ښار ده (چې مونږ ته ېٔ نوم نهٔ دے معلوم) پهٔ دې واقعه کښې دَ مؤمنانو دپاره خوشخبری اؤ دَ کفارو دپاره یو عبرت دے ۔

ف۱۲: دَ دې استاذیو دَ نومونو پوره تصدیق نهٔ دے شوے اؤ نهٔ دا یقینی معلومه ده چې دا استاذی دَ الله رسولان وو کهٔ دَ چا رسول دَ طرفه استؤلی شوی نمائندګان اؤ نیک بندیان وو ۔ اګرچې پهٔ ظاهر نظر دا معلومیږی چې پېغمبران وو اؤ شاید چې دَ عیسٰیؑ نه مخکښې زمانه کښې وو ۔

اِذْ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَكَذَّبُوْهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ مُّرْسَلُوْنَ۝۱۴

ترجمه: کوم وخت چې مونږ واستؤل ورته دوه کسان نو دوی ورته دروغژن ووې ، نو بیا مونږ طاقت ورکړو پهٔ دریٔم ، نو هغوی (دغه قوم ته ووې ، مونږ تاسو ته راغلی یو دَ الله استاذی ، ف۱۳

ف۱۳: یعنی اول دوه کسه لاړل بیا دَ هغوی دَ امداد دپاره دریٔم هم ورغلو اؤ درے واړو پهٔ جمع دغه قوم ته ووې چې مونږ خپله نهٔ یو راغلی اؤ نهٔ دَ ځانه خبرې کوؤ ، الله تعالیٰ راستؤلی یو اؤ مونږ چې درته څهٔ وایو دا دَ الله حکم دے ۔

قَالُوْا مَاۤ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا١ۙ وَ مَاۤ اَنْزَلَ الرَّحْمٰنُ مِنْ شَیْءٍ١ۙ اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَكْذِبُوْنَ۝۱۵

ترجمه: ووې (دغه قوم) تاسو خو هم زمونږ پهٔ شان بنیادم ییٔ اؤ رحمان هېڅ هم نهٔ دی نازل کړی ۔ بېشکه تاسو ټول دروغ واییٔ ۔ ف۱۴

ف۱۴: یعنی ستاسو پهٔ سر څهٔ جغه ولاړه ده ؟ اؤ زمونږ نه پهٔ څهٔ زیات ییٔ چې مونږ ستاسو حکم ومنو؟ بس دے غلی شیٔ هسې دَ ځانه بیانونه مهٔ جوړویٔ چې مونږ الله راستولی یو اؤ الله داسې داسې وائی ۔ الله هېڅ هم نهٔ وائی خو تاسو هسې دَ ځان ښودلو دپاره خبرې جوړویٔ اؤ پهٔ الله دروغ تپئ ۔

قَالُوْا رَبُّنَا یَعْلَمُ اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ لَمُرْسَلُوْنَ۝۱۶

ترجمه: هغوی ووې زمونږ رب خبر دے ۔ مونږ بېشکه تاسو ته راستؤلی شوی یو ۔ ف۱۵

ف۱۵: یعنی کهٔ مونږ پهٔ الله دروغ تپلے نو هغه مو وینی هغهٔ ته هر څهٔ معلوم دی بیا به هغهٔ زمونږ تصدیق ولې کؤلو ۔

(زمونږ پهٔ لاس به ېٔ معجزې ولې ښکاره کؤلے) تاسو ېٔ منیٔ اؤ کهٔ نه ۔ الله ته معلومه ده چې مونږ رښتونی یُو اؤ هغه چې کوم کار ته راستؤلی یُو هم پهٔ هغې کښې لګیا یو ۔ دَ خپله ځانه مو هېڅ نهٔ دی کړی اؤ ځکه هغه زمونږ امداد کوی ۔

وَ مَا عَلَیْنَاۤ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ۝۱۷

ترجمه: اؤ زمونږ پهٔ ذمه خو هم دغه پیغام رسؤل دی ، صفا صفا ۔ ف۱۶

ف۱۶: یعنی مونږ خپله غاړه خلاصه کړه دَ الله حکم مو درته صفا صفا واورؤلو اوس تاسو خپله غور و فکر وکړیٔ چې دَ انکار انجام به څهٔ وی؟

قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ١ۚ لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَ لَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱۸

ترجمه: (دغه قوم) ووې مونږ سپېرهٔ وموندیٔ تاسو ، کهٔ تاسو دَ خپلو خبرو نهٔ اوړیٔ نو مونږ به مو پهٔ کاڼیو وولو اؤ تاسو ته به در ورسی زمونږ دَ لاسه سخت تکلیف ، ف۱۷

ف۱۷: شاید چې دَ انکار اؤ تکذیب پهٔ وجه ورباندې قحط یا نور څهٔ مصیبت راغلے وی اؤ کېدے شی چې ځنو کسانو پهٔ دې رسولانو ایمان راؤړے وی اؤ ځنو انکار کړے وی اؤ قوم خپلو کښې بې اتفاقه شوے وی ۔ نو دې جاهلانو دا سختې یا اختلاف دَ رسولانو سپیرهٔ والے وګڼلو چې دَ دوی پهٔ وجه دا مشکلات پیدا شو ۔ ورته به ېٔ وې تاسو څهٔ راغلی ییٔ چې دَ ځان سره مو دَ قحط اؤ بې اتفاقیٔ وبا راوړه ۔ دا ټول ستاسو سپیرهٔ والے دے ګنی مونږ سم خلق وو ، ښهٔ پهٔ آرام اؤ اتفاق وخت تېرېدو ۔ بس دے تاسو اوس نور وعظ نصیحت بند کړیٔ اؤ مونږ خپل زوړ کار ته پرېږدیٔ ۔ ګنی مونږ به مو پهٔ ګټو وولو اؤ ډېر پهٔ بدرنګ به مو دَ کلی نه وباسو ۔

قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ١ؕ اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ١ؕ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ۝۱۹

ترجمه: (رسولانو) ووې ستاسو سپېرهٔ والے تاسو سره دے ، آیا مونږ پهٔ دې سپیرهٔ یو چې تاسو ته مو نصیحت وکړو ، نور هېڅ هم نهٔ دی خو تاسو یو قوم ییٔ دَ حد نه تجاوز کؤنکی، ف۱۸

ف۱۸: یعنی دا سخته خو ورباندې دَ خپلو عملونو دَ لاسه راغلے ده کهٔ ټولو زمونږ خبره منلې وې نو نهٔ به بې اتفاقی راتله اؤ نهٔ به درباندې قحط یا نوره سخته راتله ۔ حقیقت دا دے چې دا هر څهٔ ستاسو دَ خپلو عملونو نتیجه ده ۔ مونږ خو درته نصیحت کؤلو اؤ سمه لار مو درته ښودله نو آیا دا خبرې دَ سپیرهٔ والی دی چې تاسو اوس خپله بدبختی پهٔ مونږ راتپئ ۔ حقه خبره دا ده چې تاسو دَ سړیتوب نه وتی ییٔ اؤ دَ عقل نه خلاص ییٔ چې نهٔ درباندې نصیحت اثر کوی اؤ نهٔ دلیل اوریٔ ۔

وَ جَآءَ مِنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ رَجُلٌ یَّسْعٰی قَالَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِیْنَۙ۝۲۰

ترجمه: اؤ راغلو دَ ښار دَ بل سر نه یو سړے پهٔ منډه ، ف۱۹ وې وئیل ، اے قومه! روان شیٔ دَ رسولانو پهٔ لار ،

ف۱۹: وائی چې دَ دې نیک سړی نوم حبیب وهٔ ۔ نیک سړے وهٔ دَ دنیا نه کناره کش وهٔ ۔ دَ ښار پهٔ یو لری ګوټ کښې به ېٔ ځان ته عبادت کؤلو چې دَ رسولانو نه خبر شو نو دَ خپل خلوت نه را ووتو پهٔ منډه راغلو خلقو ته ېٔ نصیحت شروع کړو چې هسې نه دا ظالمان رښتیا دَ الله رسولانو ته تکلیف ونهٔ رسوی ۔ دې نه معلومیږی چې دَ رسولانو دَ حق آواز اثر دَ ښار لرې لرې ګوټونو ته هم رسېدلے وهٔ ۔

اتَّبِعُوْا مَنْ لَّا یَسْـَٔلُكُمْ اَجْرًا وَّ هُمْ مُّهْتَدُوْنَ۝۲۱

ترجمه: روان شیٔ دَ هغه چا پهٔ لار چې ستاسو نه څهٔ بدله نهٔ غواړی ، پهٔ سمه لار دی ۔ ف۲۰

ف۲۰: یعنی نیک بندیان دی ، دَ عمل اؤ طور طریقې نه ېٔ معلومیږی چې دروغژن نهٔ دی اؤ څهٔ خپل غرض هم نهٔ لری چې تاسو ته نصیحت کوی ، ستاسو خیر غواړی اؤ څهٔ اجر درنه هم نهٔ غواړی ۔ نو بیا دَ الله حکم ولې نهٔ قبلویٔ اؤ دَ داسې بې غرضه نیکو خلقو خبره ولې نهٔ منیٔ؟