پارہ 21

اُتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ وَ اَقِمِ الصَّلٰوةَ١ؕ اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِ١ؕ وَ لَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ۝۴۵

ترجمه: تهٔ لوله کوم کتاب چې پهٔ تا نازل شوے دے ۔ ف۷۱ اؤ قائم لره نمونځ ۔ بېشکه نمونځ منع کوی دَ بې حیاییٔ اؤ ناکاره خبرو نه ۔ ف۷۲ اؤ دَ الله یاد دَ هر څهٔ نه لوئے دے ۔ ف۷۳ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ۔ ف۷۴

ف۷۱: یعنی دَ قرآن تلاوت ډېر ډېر کوه چې زړهٔ دې مضبوط وی ۔ دَ تلاوت خپل اجر و ثواب به دَ دې نه جدا وی اؤ پهٔ عامو اؤ معارفو کښې به دې بیله ترقی کیږی اؤ نورو مسلمانانو ته به ترېنه هم فائده رسی څوک چې ېٔ نهٔ منی پهٔ هغوی به هم حجت پوره کیږی اؤ دَ ستا غاړه به خلاصیږی دَ تبلیغ اؤ اصلاح حق به دې ادا کیږی۔

ف۷۲: نمونځ دَ بې حیاییٔ اؤ ناکاره کارونو نه پهٔ دوه طریقې منع کوی ۔ یوه خو دا چې پهٔ نمانځهٔ کښې الله تعالیٰ دا تاثیر یٔښې دے چې نمونځ ګذار دَ بدو کارونو نه بچ کوی لکه پهٔ دارو چې دَ مرض ښېګړه کیږی ۔ دلته دا یاد ساتل ضروری دی چې دَ دارو پهٔ یو یا دوه خوراکه مرض نهٔ لرې کیږی ۔ هر دارو چې پهٔ یوه خاصه اندازه تر څهٔ مودې وخوړې شی هله خپل تاثیر څرګندوی اؤ مرض دفع کوی هله کهٔ مریض دَ پرهېز خیال وساتی اؤ دَ هغې دارو مخالف شے استعمال نهٔ کړی ۔ دغه شان نمونځ هم دَ روحانی مرض دپاره اکسیر دارو دی خو دا خیال ساتل پکار دی چې پهٔ صحیح طریقه اؤ دَ خاصو نورو امدادی کارونو سره څنګه چې ېٔ روحانی طبیبان یو مریض ته تجویز کړی پابندیٔ سره تر یو خاص وخته وکړې شی ۔ دویٔمه طریقه ېٔ دا ده چې دَ نمانځهٔ تقاضا دا ده چې نمونځ ګذار دې دَ نافرمانیٔ څهٔ کار نهٔ کوی ۔ نو چې کهٔ یو سړی چې اوس دَ الله پهٔ دربار کښې دَ هغهٔ دَ عظمت حقیقی بادشاهیٔ اؤ ربوبیت اؤ دَ خپلې عاجزیٔ ، غلامیٔ اؤ فرمانبرداریٔ اقرار وکړو ۔ نو هغه چې دَ جماعت نه بهر را وځی بې لوظی اؤ نافرمانی به نهٔ کوی اؤ دَ هغه حقیقی بادشاه دَ حکم خلاف به هېڅ کار نهٔ کوی ۔ ګویا کهٔ نمونځ بنده ته پنځهٔ وخته دا خبره وریادوی چې اے بنده تهٔ چې خپل رب ته مخامخ دَ غلامیٔ اؤ فرمانبرداریٔ دعویٰ کوے نو واقعی دَ تابعدار بندیانو پهٔ شان وسه اؤ دَ خپلو دعوؤ اؤ اقرارونو خلاف مهٔ چلېږه ۔ نو نمونځ خو هر وخت بنده ته دا یادوی چې نافرمانی اؤ دَ الله دَ حکم خلاف هېڅ کار مهٔ کوه ۔ سره دَ دې هم کهٔ یو بنده نهٔ منع کیږی نو دا دَ هغهٔ خپله بدقسمتی ده ۔ نمونځ خو ېٔ منع کوی خو چې دې ېٔ نهٔ منی نو دَ دې څهٔ علاج دے؟ لکه الله تعالیٰ چې ېٔ خپله منع کوی، فرمائی: اِنَّ اللهَ یَأْمُرُ بَالْعَدْلِ وَالْاِحْسَانِ وَ اِیْتَآءِ ذِی الْقُرْبٰی وَ یَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْکَرِ (سوره نحل ، رکوع ۱۳) (بېشکه الله تعالیٰ حکم کوی دَ انصاف کؤلو اؤ نیکیٔ کؤلو اؤ خپلوانو ته دَ ورکړې اؤ منع کوی دَ بې حیاییٔ اؤ ناکاره خبرو نه) نو کوم بدقسمته چې دَ الله پهٔ منع نهٔ منع کیږی هغه کهٔ دَ نمانځهٔ پهٔ منع کؤلو منع نهٔ شی نو دې کښې دَ حیرانتیا څهٔ خبره ده ۔ البته دا خبره څرګنده ده چې دَ هر نمانځهٔ دَ منع طاقت به دَ هغې دَ ادا کؤلو اؤ دَ الله دَ یاد ساتلو دَ درجې پهٔ مناسبت وی ځکه چې نمونځ پهٔ اصل کښې هسې دَ څو ځله کښېناستلو پاڅېدلو نوم نهٔ دے ۔ دَ ټولو نه غټ شے خو دَ الله تعالیٰ ذکر اؤ یادؤل دی دَ نمانځهٔ پهٔ وخت کښې اؤ دَ قرآن دَ تلاوت اؤ نورو وظیفو پهٔ وخت کښې چې څومره چا ته دَ الله دَ لوییٔ اؤ قدرت اؤ طاقت خیال ور مخکښې وی اؤ ژبه اؤ زړهٔ ېٔ سره یو وی دومره به دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ اثر کیږی اؤ دومره به دَ ناکاره کارونو نه منع کیږی ۔ اؤ کوم نمونځ کښې چې هسې پهٔ ژبه وینا وی ۔ تش کښېناستل پاسېدل وی اؤ زړهٔ دَ الله دَ یادو نه غافل وی دَ هغې نمانځهٔ هېڅ اثر پهٔ زړهٔ نهٔ کیږی ۔ دَ هغې پهٔ حوله پهٔ حدیث کښې وئیلی شوی دی ” لَا یَذْکُرُاللہَ فِیْهَا اِلَّا قَلَیْلًا “دَ دغه شان نمانځهٔ متعلق پهٔ احادیثو کښې دا زورنه راغلے ده چې ”لَمْ یَزْدَدْ بِهَا مِنَ اللهِ اِلَّا بُعْدًا“ (داسې نمونځ دَ الله دَ رحمت نه لرې کؤلو نه علاوه نور هېڅ نهٔ کوی)۔

ف۷۳: یعنی نمونځ به بنده دَ ناکاره کارونو نهٔ څنګه نهٔ منع کوی؟ چې دا نمونځ دَ الله دَ ذکر ی وبهترینه طریقه ده اؤ دَ الله یاد ډېر غټ کار دے ۔ دَ الله یاد هغه شے دے چې دَ نمانځهٔ ، جهاد اؤ نورو ټولو عبادتونو روح دے ۔ کهٔ دا پکښې نهٔ وی نو عبادت داسې دے لکه بې روحه تش کالبوت ۔ یو سړے چې دَ هېڅ کار نهٔ وی دَ حضرت ابودرداءؓ دَ حدیث پهٔ رڼا کښې عالمانو دا فیصله کړے ده چې دَ الله تعالیٰ دَ یادو (ذکر) نه زیات بل عبادت نشته ۔ بلکې اصل عبادت هم دغه دے ۔ کهٔ پهٔ غور سره وکتې شی نو پهٔ نورو عبادتونو کښې هم فضیلت صرف دَ الله دَ ذکر پهٔ وجه راغلے دے ۔ بهرحال دَ الله ذکر پهٔ ټولو عبادتونو کښې افضل دے اؤ بیا دا ذکر چې پهٔ نمانځهٔ کښې وی نو نور هم افضل شی ۔ نو بنده ته پکار دی چې هېڅ وخت دَ الله دَ یاد نه غافل نهٔ وی ۔ خاص پهٔ داسې وخت کښې چې چرته دَ څهٔ بدیٔ خیال ېٔ پهٔ زړهٔ کښې راشی نو پکار ده چې دَ الله تعالیٰ عظمت اؤ جلال اؤ دَ هغهٔ قهر اؤ غضب را یاد کړی اؤ دَ هغه کار نه ځان بچ کړی ۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی کله چې بنده الله یاد کړی نو الله هم دغه بنده یاد کړی ۔ دَ دې حدیث پهٔ رڼا کښې ځنو مشرانو دَ دې آیت دا مطلب بیان کړے دے چې پهٔ نمانځهٔ کښې بنده یاد کړی نو هلته الله پاک هم دغه بنده یاد کړی ۔ اؤ دَ الله یادؤل ډېره غټه خبره ده ۔ بنده ته دَ دې شرافت اؤ عزت ډېر قدر اؤ ډېر خیال ساتل پکار دی اؤ الله ډېر ډېر یادؤل پکار دی ۔ یو سړی رسول اللهﷺ ته عرض وکړو چې اے دَ الله دوسته دَ اسلام احکام خو ډېر دی خو تهٔ ما ته داسې یو مختصر غوندې کار وښیه چې ټولې خبرې پکښې راشی ۔ رسول اللهﷺ ورته وفرمائیل چې ”لَا یَزَالُ لِسَانُكَ رَطَبًا مِّنْ ذِکْرِ اللهِ“ (پکار ده چې ستا ژبه همېشه دَ الله پهٔ ذکر تانده وی)یعنی دَ الله ذکر ډېر ډېر کوه ۔

حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ څومره وخت چې ېٔ پهٔ نمانځهٔ ولګؤلو دغه هومره وخت خو دَ ګناه نه بچ شو نور به ترې هم بچ کیږی اؤ دَ الله دَ یادو اثر دَ دې نه هم زیات دے ۔ یعنی دَ ګناه نه بچ شو اؤ ډېر اجر اؤ لوئے درجې به ورکړې شی ۔ (دا دَ ذِکْرُ اللهِ اَکْبَرُ) یو بل لطیف تفسیر شو ۔

ف۷۴: یعنی څوک چې الله څومره یادوی اؤ کهٔ څوک ېٔ نهٔ یادوی الله ته ټول معلوم دی اؤ دَ هر چا سره به هغه شان معامله کوی ۔

وَ لَا تُجَادِلُوْۤا اَهْلَ الْكِتٰبِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ١ۖۗ اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ وَ قُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَ اِلٰهُنَا وَ اِلٰهُكُمْ وَاحِدٌ وَّ نَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ۝۴۶

ترجمه: اؤ بحث مهٔ کویٔ دَ اهلِ کتابو سره ۔ مګر پهٔ هغه طریقه کومه چې ډېره ښهٔ وی، بې دَ هغه کسانو چې بې انصافه دی پهٔ دوی کښې ۔ ف۷۵ اؤ داسې ووایٔی چې مونږ منو څهٔ چې نازل شوی پهٔ مونږ اؤ څهٔ چې نازل شوی پهٔ تاسو ۔ ف۷۶ اؤ معبود زمونږ اؤ ستاسو یو دے اؤ مونږ خالص دَ هغهٔ پهٔ حکم چلیږو ۔ ف۷۷

ف۷۵: یعنی دَ مشرکانو دین خو دَ سره غلط دے اؤ دَ اهلِ کتابو دین پهٔ اصل کښې صحیح وهٔ نو دَ هغو سره سختی مهٔ کوه ۔ پهٔ قلاره پهٔ نرمیٔ اؤ ډېر صبر سره ېٔ پهٔ خبره پوهه کوه ۔ البته پهٔ اهلِ کتابو کښې چې کوم کسان بې انصافه دی حق خبره نهٔ اوری اؤ پهٔ عناد چلیږی نو دَ هغو سره تهٔ هم مناسب سختی کوه ۔ وړاندې به دوی ته هم سزا ورکؤلے شی۔

تنبیه: اول دَ قرآن دَ تلاوت حکم وشو ۔ ممکنه ده چې ځنو منکرانو دَ دې پهٔ اورېدو بحث شروع کړے وی نو دَ هغې دپاره دا حکم وشو چې اول دَ بحث کؤنکی خیالاتو اؤ لاعلمی حیثیت اؤ عقل فکر ته ګوره نو هغه شان بحث ورسره کوه ۔ هسې نه چې دَ بحث پهٔ جوش کښې چرته دَ رښتونی خبرې نه انکار وکړی ۔ ګوره چې پهٔ خبره کښې تر کومه حده صداقت وی نو هغه قدرې منه ۔ نو اهلِ کتابو ته ووایه چې څنګه قرآن دَ الله کتاب دے اؤ زمونږ پرې ایمان دے ۔ دغه شان پهٔ حضرت موسٰیؑ اؤ نورو پېغمبرانو هم دَ الله کتابونه راغلی وو دغه کتابونه بالکل رښتونی اؤ پهٔ حقه وو ۔ خو اوس دَ تاسو سره هغه کتابونه پهٔ خپل اصل حالت کښې نشته ، ځنې خبرې پکښې ګډې وډې چا ور ننوستی دی۔

ف۷۶: یعنی څنګه چې زمونږ پهٔ قرآن ایمان دے دغه شان مو دا هم یقین دے چې الله تعالیٰ ستاسو دَ هدایت دپاره پهٔ موسٰیؑ ، عیسٰیؑ اؤ نورو پېغمبرانو آسمانی کتابونه نازل کړی وو ۔ دا ټول کتابونه حق اؤ رښتونی دی اګرچې اوس دغه کتابونه له تاسو سره پهٔ خپل اصلی رنګ کښې موجود نشته ۔ رد و بدل پکښې شوے دے۔

ف۷۷: یعنی حقیقی معبود زمونږ اؤ ستاسو یو دے چې یو الله دے ۔ خو مونږ اؤ تاسو کښې فرق دا دے (۱) چې مونږ خالص دَ خپل خالق عبادت کوؤ اؤ له تاسو نه سمه لار خطا شوے ده ۔ دَ حقیقی معبود سره مو پهٔ عبادت کښې نور مخلوق هم شریک کړے دے لکه عزیرؑ اؤ عیسٰیؑ یا احبار اؤ رهبان ۔ (۲) بل دا چې مونږ دَ خپل رب هر حکم منو ، دَ هغهٔ دَ ټولو پېغمبرانو اؤ ټولو کتابونو تصدیق کوؤ اؤ دَ هغهٔ آخری حکم ته مو غاړه یٔښې ده ۔ تاسو دَ خپل رب څهٔ حکمونه منیٔ اؤ دَ څهٔ نه انکار کویٔ اؤ دَ آخری حکمونو اؤ آخری پېغمبر نه هم منکر ییٔ ۔

وَ كَذٰلِكَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ١ؕ فَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ١ۚ وَ مِنْ هٰۤؤُلَآءِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ١ؕ وَ مَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الْكٰفِرُوْنَ۝۴۷

ترجمه: اؤ هم دغه شان نازل کړے دے مونږ پهٔ تا باندې کتاب ۔ ف۷۸ نو هغه کسان چې ورکړے دے مونږ کتاب ۔ ایمان راؤړی پهٔ دې (قرآن) اؤ دَ مکّې ځنی خلق ېٔ هم منی ۔ اؤ انکار نهٔ کوی ۔ زمونږ دَ خبرو نه ، مګر نافرمانه خلق ۔ ف۷۹

ف۷۸: یعنی دا کتاب (قرآن) ستاسو دَ کتابونو نه پهٔ څهٔ کم دے اؤ کومه خبره ېٔ دَ هغو نه خلاف ده چې تاسو هغه کتابونه منیٔ اؤ دا کتاب نهٔ منیٔ ۔ څنګه چې نور آسمانی کتابونه پرله پسې پهٔ پېغمبرانو الله تعالیٰ نازل کړی دی دغه شان ېٔ دغه کتاب پهٔ خپل آخری پېغمبر نازل کړو نو څهٔ وجه ده چې تاسو هغه کتابونه خو منیٔ اؤ دَ دې نه انکار کویٔ؟

ف۷۹: یعنی دَ اهلِ کتابو کوم انصاف دار عالمان چې پهٔ خپلو کتابونو کښې ښهٔ پوهه شوی دی هغوی پهٔ دې کتاب هم پوهیږی اؤ دَ دې پهٔ صداقت یقین کوی اؤ یواځې اهلِ کتاب نه بلکې دَ عربو پهٔ مشرکانو کښې هم څوک چې پهٔ زړو کتابونو پوهیږی اؤ بې انصافه ضدیان نهٔ وی هغوی هم پهٔ دې کتاب پوهیږی اؤ ایمان پرې راؤړی پهٔ اصل کښې دَ قرآن صداقت داسې څرګند اؤ واضح دے چې سخت ضدی اؤ اړک بنده نه غیر ترېنه بل څوک انکار نهٔ شی کؤلے۔

وَ مَا كُنْتَ تَتْلُوْا مِنْ قَبْلِهٖ مِنْ كِتٰبٍ وَّ لَا تَخُطُّهٗ بِیَمِیْنِكَ اِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُوْنَ۝۴۸

ترجمه: اؤ تا نهٔ شو لوستې دَ دې نه مخکښې کتاب ۔ اؤ نهٔ دې لیکلے شو پهٔ خپل ښی لاس ۔ بیا خو به بېشکه دې دروغژنو شک کؤلے شو ۔ ف۸۰

ف۸۰: دَ پېغمبریٔ نه مخکښې تاسو څلویښت کاله عمر پهٔ دې ښار کښې تېر کړے دے ټول خلق خبر دی چې تا ظاهری تعلیم نهٔ دے کړے ۔ نهٔ دې دَ چا استاد نه کتاب وئیلے دے اؤ نهٔ دې خط زده کړے دے کهٔ داسې وې نو بیا کهٔ دې دروغژنو دا شک کؤلے چې دا خبرې به تا پهٔ پخوانو کتابونو کښې لیدلی وی اؤ دَ ځان سره به دې ترېنه څهٔ لیکلی وی اوس ېٔ خلقو ته اوروې ۔ نو بیا څهٔ ګنجائش ورته وهٔ ۔ اګرچې بیا به ېٔ هم دا شک غلط وهٔ ۔ ځکه چې هېڅ یو پوهه بنیادم بلکې کهٔ دَ تمامې دنیا پوهان راجمع شی ۔ دَ قرآن پهٔ شان بې نظیره کلام نهٔ شی جوړؤلے (اؤ پهٔ دې خبره دوی ښهٔ پوهیږی ځکه چې دَ بار بار چیلنج باوجود پهٔ ټولو عربو کښې هېچا هم دَ قرآن دَ مقابلې جرأت ونهٔ کړې شو) نو هر کله چې دې ټولو ته ښهٔ معلومه ده چې تا نهٔ کتاب وئیلے دے اؤ نهٔ دې خط زده کړے دے نو بیا دَ دې جاهلانو دا وینا چې دا خو هسې دَ پخوا خلقو دَ قصو نقل دے ۔ بالکل بې دلیله اؤ غلطه ده۔

بَلْ هُوَ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ فِیْ صُدُوْرِ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ١ؕ وَ مَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الظّٰلِمُوْنَ۝۴۹

ترجمه: بلکې دا قرآن خو آیتونه دی صفا دَ هغه خلقو پهٔ سینو کښې چا ته چې پوهه ورکړې شوے ده ۔ ف۸۱ اؤ انکار نهٔ کوی زمونږ دَ آیتونو مګر بې انصافه خلق ۔ ف۸۲

ف۸۱: یعنی رسولﷺ لوستل لیکل نهٔ دی زده کړی بلکې دا وحې پهٔ هغهٔ باندې دَ الله دَ طرف نه راځی اؤ همېشه به دغه شان بې لیکلو دَ مسلمانانو پهٔ سینو کښې محفوظ وی۔

دَ الله پهٔ فضل و کرم به عالمان ، حافظان اؤ قاریان دَ دې الفاظو اؤ معانی همېشه پهٔ خپلو سینو کښې محفوظ ساتی ۔ دا دَ قرآن معجزه ده چې هره زمانه کښې دَ زرګونو مسلمانانو پهٔ سینو کښې محفوظ دے ۔ لیکل ېٔ پهٔ دې زیاتی حفاظت دے ۔ دَ قرآن نه علاوه نور آسمانی کتابونه دَ چا یاد نهٔ وو ۔ تش لیکلی وو ځکه پکښې ګړ بړ وشو ۔

ف۸۲: یعنی دَ بې انصافیٔ څهٔ علاج دے؟ یو سړے کهٔ دا ضد وکړی چې زهٔ به هېچرې رښتونی خبره نهٔ منم، هغه دَ ډېرې واضحې اؤ صفا خبرې نه هم انکار کؤلے شی (څوک خو دَ چا خلهٔ بندؤلے نهٔ شی ، البته هر سړے به ورته دا وائی چې پهٔ ناحقه دې هسې سترګې پټوی)۔

وَ قَالُوْا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیٰتٌ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ١ؕ وَ اِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ۝۵۰

ترجمه: اؤ دوی وائی ولې راکوزې نهٔ شوې پهٔ دهٔ باندې څهٔ نخښې دَ خپل رب له طرفه ۔ ورته ووایه نښانې دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ۔ اؤ زهٔ خو صرف احکام اورؤنکے یم صفا صفا ۔ ف۸۳

ف۸۳: یعنی دا زما اختیار نهٔ دے چې کومې معجزې تاسو غواړیٔ هم هغه درته زهٔ پهٔ خپل اختیار وښیٔم اؤ نهٔ دَ یو نبی صداقت پهٔ معجزو موقوف دے ۔ زما کار خو صرف دغه دے چې تاسو ته دَ الله احکام صفا صفا واؤروم اؤ دَ نافرمانیٔ دَ خرابې نتیجې نه مو خبر کړم ۔ باقی دا دَ الله اختیار دے چې زما دَ تصدیق دپاره کومه معجزه چې تاسو غواړیٔ هغه تاسو ته ښکاره کوی اؤ کهٔ نه۔

اَوَ لَمْ یَكْفِهِمْ اَنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ یُتْلٰی عَلَیْهِمْ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَرَحْمَةً وَّ ذِكْرٰی لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۠۝۵۱

ترجمه: آیا دوی ته دا خبره کافی نهٔ ده ۔ چې مونږ نازل کړو پهٔ تا کتاب، چې اورؤلے شی دوی ته ۔ بېشکه پهٔ دې (کتاب) کښې رحمت دے اؤ نصیحت دے هغه خلقو دپاره چې یقین کوی ۔ ف۸۴

ف۸۴: یعنی یو دا معجزه کافی نهٔ ده چې شپه و ورځ دا دَ الله کتاب دوی ته اورؤلے شی ۔ داسې کتاب چې نظیر ېٔ نشته؟ دَ دې نه لویه معجزه به څهٔ وی؟ تاسو ګوریٔ نه چې کوم کسان پهٔ دې قرآن یقین کوی څنګه ورباندې دَ الله رحمت وریږی ، اؤ څنګه ورته الله پاک عقل اؤ پوهه ورکوی؟

قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ بَیْنِیْ وَ بَیْنَكُمْ شَهِیْدًا١ۚ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْبَاطِلِ وَ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ١ۙ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۝۵۲

ترجمه: ورته ووایه کافی دے الله زما اؤ ستاسو ترمینځه ګواه ، هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه دی ۔ ف۸۵ اؤ څوک چې یقین کوی پهٔ دروغو اؤ انکار کوی دَ الله نه ، هم دغه خلق دی تاوانیان ۔ ف۸۶

ف۸۵: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ زمکه اؤ دَ هغهٔ دَ آسمان دَ لاندې زهٔ پهٔ څرګنده خلقو ته دَ اسلام دعوت ورکؤم ۔ اؤ هر څهٔ هغه اوری اؤ زما ټول کارونه وینی هغه پهٔ هر څهٔ خبر دے ۔ هغه برابر زما عملی امداد کوی ، ورځ پهٔ ورځ زما دَ ملګریو شمېره زیاتوی اؤ زما پهٔ لاس دَ خپل قدرت داسې ناشنا ناشنا کارونه ښکاره کوی چې پهٔ دنیا کښې ېٔ مثال نهٔ شی موندے ۔ آیا دا زما پهٔ صداقت دَ الله ګواهی نهٔ ده؟

ف۸۶: دَ بنیادم دَ بدبختیٔ دپاره دَ دې نه غټه خبره بله نشته چې هغه پهٔ هره غلطه اؤ دروغ خبره یقین وکړی وېٔ منی اؤ دَ هرې رښتونے اؤ حقې خبرې نه انکار کوی ۔

وَ یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ١ؕ وَ لَوْ لَاۤ اَجَلٌ مُّسَمًّی لَّجَآءَهُمُ الْعَذَابُ١ؕ وَ لَیَاْتِیَنَّهُمْ بَغْتَةً وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۝۵۳

ترجمه: اؤ دوی پهٔ تادیٔ غواړی ستا نه عذاب ، ف۸۷ اؤ کهٔ مقرر نهٔ وې یوه نېټه ، نو راغلے به وهٔ پهٔ دوی عذاب ۔ اؤ ضرور به راشی پهٔ دوی عذاب ناڅاپه اؤ دوی به خبر هم نهٔ وی ۔ ف۸۸

ف۸۷: کافرانو به وې کهٔ مونږ پهٔ رښتیا پهٔ غلطه یو اؤ دَ الله نافرمانی کوؤ څنګه چې تهٔ وائې نو الله راباندې پهٔ دې دنیا کښې سمدستی عذاب ولې نهٔ راولی؟

ف۸۸: یعنی دَ هر کار دپاره یو وخت مقرر دے ۔ تلوار مهٔ کویٔ ، آفت به هم درباندې پهٔ خپل وخت راشی ۔ شاه صاحب لیکلی دی دَ دې امت عذاب دغه وهٔ چې کافران به دَ مسلمانانو پهٔ لاس قتل کیږی اؤ قید کیږی اؤ ذلیل کیږی ، نو دَ مکّې معظّمې دَ فتحې پهٔ موقع کافران خبر هم نهٔ وو اؤ اسلامی لښکر ېٔ پهٔ سر ولاړ وهٔ ۔ (دغه ناڅاپی عذاب وهٔ چې راغلو پرې اؤ دَ هغه مسلمانانو پهٔ رحم وکرم پاتې شو کوم چې دوی کمزوری ګڼل ، طاقت ېٔ ختم وهٔ اؤ بې دَ تابعداریٔ نه ېٔ بله لار نهٔ وه)

یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ١ؕ وَ اِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌۢ بِالْكٰفِرِیْنَۙ۝۵۴

ترجمه: دوی پهٔ تادیٔ غواړی ستا نه عذاب ۔ ف۸۹ اؤ دوزخ راګېرؤنکے دے دَ ټولو منکرانو ۔ ف۹۰

ف۸۹: دَ دې عذاب نه شاید چې دَ آخرت عذاب مراد دے لکه چې دَ ځواب نه ېٔ معلومیږی ۔

ف۹۰: یعنی دَ آخرت عذاب خو هسې فضول غواړی پهٔ هغې کښې خو پراتهٔ پراتهٔ دی ۔ دا کفر اؤ دا ناکاره کارونه دوزخ نهٔ دے نو نور څهٔ دی؟ پهٔ خپلو ناکارو عملونو ېٔ دَ دوزخ اور له ځانه چاپېره کړے دے۔ (خو اوس ېٔ نهٔ وینی) چې سترګې ېٔ پټې شی نو پته به ورته ولګی، هم دغه خپل عمل نه به ورته دَ دوزخ اور اؤ ماران لړمان جوړ شی چې ترېنه به چاپېره وی ۔

یَوْمَ یَغْشٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَ مِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ وَ یَقُوْلُ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۵۵

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به راګېر کړی دوی عذاب دَ پورته نه اؤ دَ ښپو دَ لاندې نه ، اؤ ورته به ووائی وڅکیٔ څهٔ چې تاسو کؤل ۔ ف۹۱

ف۹۱: دا به ورته فرښتې ووائی یا به ورته الله تعالیٰ خطاب وکړی ، یا به ورته هم هغه عذاب ووائی چې اوس دَ خپل عمل خوند وڅکیٔ لکه پهٔ حدیث کښې چې راځی دَ زکوٰة نهٔ ورکؤنکی مال نه به مار جوړ شی دَ غاړې نه به ېٔ چاپېره شی پهٔ مخ مخ به ېٔ چکونه لګوی اؤ ورته به وائی زهٔ دَ ستا هغه مال یم چې ډېر پهٔ حفاظت دې ساتلم ۔ (ستا هغه خزانه یم)

یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ اَرْضِیْ وَاسِعَةٌ فَاِیَّایَ فَاعْبُدُوْنِ۝۵۶

ترجمه: اے زما هغه بندیانو چې ایمان مو راؤړے دے ، بېشکه زما زمکه فراخه ده ، نو خالص زما عبادت کویٔ ۔ ف۹۲

ف۹۲: یعنی اے مسلمانانو کهٔ دَ مکّې معظّمې کافران تاسو تنګوی اؤ عبادت ته مو نهٔ پریږدی نو زما زمکه فراخه ده ، بل چرته لاړ شیٔ چې پهٔ اطمینان زما عبادت کؤلے شیٔ ۔

كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ١۫ ثُمَّ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ۝۵۷

ترجمه: هر یو نفس دَ مرګ څکؤنکے دے ۔ بیا به هم ما ته راګرځیٔ ۔ ف۹۳

ف۹۳: حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ مکّې معظّمې کافرو چې مسلمانان ډېر تنګ کړل نو مسلمانانو ته دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه دَ هجرت حکم وشو نو درے اتیا (۸۳) مسلمانانو پهٔ وړومبی ځل دَ حبشو ملک ته هجرت وکړو ۔ پهٔ دې آیت کښې مهاجرینو ته تسلّی ورکړې شوے ده چې دَ ژوند ورځې لږې دی ، دا هر چرته چې وی اؤ څنګه چې وی پوره ېٔ کړیٔ نو بیا به زما پهٔ دربار کښې حاضرېږیٔ ۔ دَ وطن پرېښؤل اؤ دَ خپلو خپلوانو نه جدائی ګرانه خو ده لېکن کهٔ نن نهٔ وی سبا به درنه دا هر څهٔ پاتی کیږی ، دَ ژوند لږې ورځې دی ، آخر مرګ دے اؤ دا دنیا پاتې ده ۔ لېکن هغه پاتې کېدل پهٔ بې وسیٔ دی ۔ بندګی اؤ فرمانبرداری دا ده چې بنده پهٔ خپله خوښه دَ دنیا هغه څیزونه ترک کړی دَ کومو دَ ترک کؤلو چې ورته خپل مالک حکم وکړی اؤ کوم څیزونه چې دَ خپل رب پهٔ عبادت کښې خلل اچوی ۔

وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَۗۖ۝۵۸

ترجمه: اؤ هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی ، مونږ به ځائې ورکړو پهٔ جنت کښې بالاخانې چې بهیږی به ترې لاندې نهرونه ، همېشه به وسی پهٔ دې کښې ، ښهٔ اجر ورکړې شو کار کؤنکیو ته ۔

الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَ عَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ۝۵۹

ترجمه: چا چې صبر وکړو اؤ پهٔ خپل رب ېٔ باور وکړو ۔ ف۹۴

ف۹۴: یعنی چا چې پهٔ صبر اؤ استقلال دَ اسلام پهٔ لار کښې سختې پهٔ خندا تېرې کړې اؤ دَ الله دَ رضا دپاره ېٔ خپل کور کلے پرېښو هغهٔ ته به دَ دې پهٔ بدل کښې دَ هغه جهان خوشحالیٔ اؤ آرام ورکړې شی اؤ دَ دې کور پهٔ بدل کښې به دَ جنّت بنګلې اؤ باغونه اؤ عیش و آرام ورکړې شی ۔

وَ كَاَیِّنْ مِّنْ دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا١ۗۖ اَللّٰهُ یَرْزُقُهَا وَ اِیَّاكُمْ١ۖ٘ وَ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۶۰

ترجمه: اؤ څومره ځناور دی چې نهٔ شی پیدا کؤلے ځان ته روزی ۔ الله رزق ورکوی هغوی ته اؤ تاسو ته ، اؤ هم هغه دے اورېدونکے پهٔ هر څهٔ خبر ۔ ف۹۵

ف۹۵: دا دَ رزق دَ طرف نه اطمینان ورکړې شو ۔ دَ اکثرو ځنګلی ځناورو سره پهٔ کور کښې دَ خوراک ذخیره نهٔ وی ، هره ورځ ورته الله پاک تازه تازه رزق ور رسوی ۔ (موضح)

نو کوم الله چې دَ غرهٔ ځناورو ته هره ورځ خپله روزی ورکوی نو ګنی خپلو وفادارو عاشقانو ته به نهٔ ورکوی؟ ضرور به ورکوی ۔ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې پهٔ حقیقت کښې رزق ورکؤنکے یو الله دے چې دَ هر چا اوری اؤ دَ هر چا پټ اؤ ښکاره ټول حالونه ورته معلوم دی، دَ زړونو پهٔ حال الله خبر دے هغه دَ هېچا محنت نهٔ بربادوی ۔ چا چې دَ هغهٔ دَ رضا دپاره خپل وطن پرېښو هغه به ېٔ هېچرې خرابېدو ته ور نهٔ کړی ۔ کهٔ دَ روزیٔ وسیلې ترې پاتې شوې دلته به ورته دَ روزیٔ نور اسباب برابر کړی ، دَ دې غم مهٔ کویٔ ۔ څومره پهٔ لکهونو زرګونو ځناور دی چې دَ رزق ظاهری اسباب ېٔ هېڅ نهٔ وی نهٔ ورسره څهٔ ذخیره وی الله تعالیٰ خپله روزی هره ورځ ور رسوی ، یوه ورځ هم وږې نهٔ پاتې کیږی ۔

وَ لَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ١ۚ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ۝۶۱

ترجمه: اؤ کهٔ تهٔ دَ خلقو نه تپوس وکړې چې چا جوړ کړی دی آسمانونه اؤ زمکه اؤ چا پهٔ کار لګؤلی دی نمر اؤ سیوږمۍ ، نو دوی به درته خامخا ووائی چې الله ، نو بیا څهٔ رنګ دوی بل خوا اوړی ۔ ف۹۶

ف۹۶: یعنی دَ رزق ټول اسباب هم هغهٔ پیدا کړی دی ټول پهٔ دې خبر دی خو بیا هم پهٔ هغهٔ باور نهٔ کوی هغه ټولو ته روزی رسوی خو پهٔ خپله خوښه ، دَ ستاسو پهٔ خوښه نه ۔ دا نکته پهٔ ورپسې آیت کښې واضحه شوے ده ۔

اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَ یَقْدِرُ لَهٗ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۝۶۲

ترجمه: الله فراخه کوی روزی چا له چې وغواړی پهٔ خپلو بندیانو کښې اؤ پهٔ اندازه ورکوی ۔ ف۹۷ بېشکه الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ ف۹۸

ف۹۷: یعنی پهٔ اندازه ورکوی ۔ دا نه چې بالکل ېٔ ور نهٔ کړی ۔

ف۹۸: هغه ښهٔ پوهیږی چې چا ته څومره روزی ورکؤل مناسب دی ۔

وَ لَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ نَّزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ مِنْۢ بَعْدِ مَوْتِهَا لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ١ؕ قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ١ؕ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ۠۝۶۳

ترجمه: اؤ کهٔ تهٔ دَ دوی نه تپوس وکړې چې چا راکوزې کړی دی دَ آسمان نه اوبهٔ ، بیا ېٔ پرې ژوندیٔ کړے ده زمکه دَ هغې دَ مرګ نه پس ، نو دوی درته خامخا وائی چې الله ، ووایه ټول تعریفونه دَ الله دی ، لېکن پهٔ دوی کښې اکثر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۹۹

ف۹۹: یعنی باران هم پهٔ ټولو یو شان نهٔ وریږی دغه شان پهٔ حالت بدلېدو کښې هېڅ وخت نهٔ لګی چې کله څوک دَ غریبیٔ پهٔ ځائې مالدار کړی ۔ (لکه څنګه چې وچه زمکه پهٔ باران ژوندیٔ کړی)

وَ مَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَهْوٌ وَّ لَعِبٌ١ؕ وَ اِنَّ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ لَهِیَ الْحَیَوَانُ١ۘ لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ۝۶۴

ترجمه: اؤ دا دَ دنیا ژوند خو هسې زړهٔ خوشحالؤل اؤ لوبې دی ۔ اؤ بېشکه دَ آخرت کور چې دے ، نو هم هغه دے ژوند ، کهٔ چرې دوی پوهېدے ۔ ف۱۰۰

ف۱۰۰: یعنی بنده ته پکار دی چې دَ دنیا دَ څو ورځو ژوند پهٔ ځائې دَ آخرت دَ تل عمری ژوند فکر وکړی اؤ دَ دنیا پهٔ خوشحالیو اؤ نخرو پېښو کښې داسې ډوب نهٔ شی چې آخرت بالکل هېر کړی ۔ بلکې دَ دې ژوند نه دا فائده اخستل پکار دی چې دلته دَ آخرت دَ سفر دپاره ځان ته توښه تیاره کړی۔ (اؤ پهٔ دې ژوند کښې څهٔ داسې کارونه وکړی چې هغه ېٔ پکار راشی)۔

فَاِذَا رَكِبُوْا فِی الْفُلْكِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ١ۚ۬ فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ اِذَا هُمْ یُشْرِكُوْنَۙ۝۶۵

ترجمه: اؤ کله چې دوی سوارهٔ شی پهٔ کشتۍ کښې ، نو سوالونه کوی دَ الله نه اؤ خالص پهٔ هغهٔ عقیده لری ۔ بیا کله چې بچ ورسی وچې ته ، نو سمدستی ورسره بیا شریکان جوړوی ۔

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ١ۙۚ وَ لِیَتَمَتَّعُوْا١ٙ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ۝۶۶

ترجمه: چې منکریږی زمونږ دَ ورکړی نعمتونو نه اؤ عیش کوی ، نو ډېر ژر به خبر شی ۔ ف۱۰۱

ف۱۰۱: یعنی پکار خو دا وه چې بنده پهٔ عیش و آرام کښې دَ خپل رب دَ نعمتونو شکریه ادا کؤلے اؤ خپل محسن ېٔ نهٔ هېرؤلے لېکن دَ خلقو دا حال دے چې کله پهٔ طوفان کښې ګیر شی نو ډېر پهٔ اخلاص خپل رب ته زاریٔ کوی اؤ چې لږ غوندې خشکې ته ور ورسی دَ مصیبت نه خلاص شی نو دَ الله دَ احسان نه منکر شی اؤ دَ دروغو خدایان راپیدا کړی ، دَ دنیا پهٔ مزو کښې غرق شی اؤ دَ الله دَ احسان نه منکر شی خو دوی ته به ډېر ژر دَ خپلې ناشکریٔ خرابه نتیجه معلومه شی ۔

اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا اٰمِنًا وَّ یُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ١ؕ اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَ بِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَكْفُرُوْنَ۝۶۷

ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی چې مونږ جوړ کړے دے دَ پناه اؤ امن ځائې ، اؤ تښتؤلے شی خلق دَ دې دَ ګېر چاپېر نه ۔ نو آیا دوی پهٔ دورغو یقین کوی اؤ دَ الله دَ احسان نه انکار کوی ۔ ف۱۰۲

ف۱۰۲: دَ مکّې معظّمې مشرکان دَ الله دَ کور (بیت الله شریف) پهٔ برکت دَ شر فساد نه محفوظ وو ۔ ټولو عربو قبائلو به دَ قریشو ډېر عزت کؤلو ۔ دَ مکّې معظّمې دَ خواوشا نه علاوه پهٔ ټولو عربو کښې هر طرف ته خونریزی اؤ فسادونه وو لېکن دوی دَ الله تعالیٰ دا دومره لوئے احسان نهٔ منی اؤ دَ بتانو دَ دروغو احسان منی ۔

وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهٗ١ؕ اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ۝۶۸

ترجمه: اؤ زیات بې انصافه څوک دے دَ هغه چا نه ، څوک چې جوړوی پهٔ الله دروغ ۔ یا انکار کوی دَ حق خبرې نه کله چې ورته ور ورسی ، آیا دَ منکرانو دپاره پهٔ دوزخ کښې ځائې نهٔ دے ۔ ف۱۰۳

ف۱۰۳: یعنی دَ ټولو نه غټه بې انصافی اؤ ظلم دا دے چې بنده دَ یو الله سره دَ دروغو شریکان ومنی اؤ یا الله تعالیٰ طرف ته دَ داسې خبرو نسبت وکړی ۔ کومې چې دَ هغهٔ دَ لوی شان مناسب نهٔ وی ۔ (لکه دَ الله دپاره لوڼه ځامن منل) آیا دا ظالمان خبر نهٔ دی؟ چې دَ منکرانو دپاره دَ دوزخ اور تیار دے چې دوی داسې پهٔ زړهٔ ورتیا دَ خپل رب دَ احسانونو انکار کوی ۔

وَ الَّذِیْنَ جَاهَدُوْا فِیْنَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِیْنَ۠۝۶۹

ترجمه: اؤ چا چې محنت اؤ کوشش وکړو زمونږ دپاره نو وبه ښیو مونږ هغوی ته خپلې لارې، ف۱۰۴ اؤ بېشکه الله دَ نیکانو ملګرے دے ۔ ف۱۰۵

ف۱۰۴: یعنی څوک چې دَ الله دَ رضا دپاره دَ اسلام پهٔ خاطر تکلیفونه اؤ سختیٔ برداشت کوی اؤ دَ دین پهٔ لار کښې سخت محنت اؤ کوشش کوی الله تعالیٰ به هغوی ته پهٔ خپل فضل دَ بصیرت نور ورکړی اؤ دَ خپلې رضا اؤ جنّت حاصلؤلو طریقې به ورته آسانې کړی ۔ دا کسان څومره چې ډېره مجاهده اؤ زیات محنت کوی هغه هومره به ېٔ دَ معرفت درجې پورته کیږی اؤ داسې خبرې به ورته څرګندیږی چې بل چا ته دَ هغو پته هم نهٔ لګی ۔

ف۱۰۵: یعنی دَ الله تعالیٰ ملګرتیا اؤ امداد دَ نیکانو سره دے ۔ آخری فتح اؤ کامیابی به دَ نیکانو وی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَۃُ الرُّوْمِ مَکِّیَّۃٌ وَّ ھِیَ سِتُّوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ روم مکّه کښې نازل شوے دے اؤ پهٔ دې کښې شپیتهٔ آیتونه اؤ شپږ رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

الٓمّٓۚ۝۱

ترجمه: الف ، لام ، میم ،

غُلِبَتِ الرُّوْمُۙ۝۲

ترجمه: مغلوب شوی رومیان پهٔ ګاونډی ملک کښې، ف۱

ف۱: اَدْنَی الْاَرْضِ“ نژدے اؤ ګاونډی ملک مراد ترېنه دَ بصرې اؤ اذرعات ترمینځه رقبه ده پهٔ کومه چې دَ شام پوله دَ مکّې معظّمې سره جنګېدلے ده ۔ یا به ترې فلسطین مراد وی پهٔ کوم چې دَ رومیانو حکومت وهٔ اؤ کېدے شی چې جزیرهٔ ابنِ عمر ترې مراد وی کوم چې دَ فارس سره نژدے دَ عربو پوله وه ۔ حافظ ابنِ حجر دَ وړومبی قوم تائید کړے دے ۔ والله اعلم ۔

فِیْۤ اَدْنَی الْاَرْضِ وَ هُمْ مِّنْۢ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَیَغْلِبُوْنَۙ۝۳

ترجمه: اؤ دوی به دَ دې شکست نه پس ډېر ژر غلبه ومومی ،

فِیْ بِضْعِ سِنِیْنَ١ؕ۬ لِلّٰهِ الْاَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَ مِنْۢ بَعْدُ١ؕ وَ یَوْمَىِٕذٍ یَّفْرَحُ الْمُؤْمِنُوْنَۙ۝۴

ترجمه: پهٔ څو کاله کښې ، ف۲ دَ الله پهٔ اختیار کښې دے ټول کار وړومبے اؤ وروستے ۔ ف۳ اؤ پهٔ دغه ورځ به خوشحاله شی مسلمانان ،

ف۲: یعنی دَ نهو (۹) کالو دننه به رومیان غالب شی ۔ پهٔ لغت کښې اؤ دَ حدیثو پهٔ اصطلاح کښې دَ ”بِضْعٍ“ لفظ دریو (۳) نه تر نهو (۹) پورې استعمال شوے دے ۔ پهٔ دې آیتونو کښې قرآن یوه عظیمه پیشن ګوئی کړے ده کومه چې دَ قرآن دَ رښتونولیٔ غټ دلیل دے ۔ واقعه دا ده چې پهٔ دې زمانه کښې دوه لوی حکومتونه وو ۔ یو فارس چې اوس ورته ایران وئیلی شی اؤ بل روم ۔ دا دواړه به اکثر سره نښتی وو ۔ دَ سن ۶۰۲ء نه تر سن ۶۱۴ء پورې دَ دوی دَ جنګونو سلسله جاری وه ۔ دَ مکّې خلقو ته به هم دَ دې جنګ خبرونه را رسېدل پهٔ سن ۶۱۰ء کښې چې حضور اکرمﷺ دَ نبوت اعلان وکړو اؤ دَ اسلام تبلیغ ېٔ شروع کړو ۔ نو پهٔ دې زمانه کښې دَ جنګ دې خبرونو ډېر اهمیت حاصل کړو ۔ دَ فارس خلق آتش پرست (مجوسیان) وو ۔ دَ مکّې معظّمې مشرکانو به پهٔ مذهبی لحاظ ځان سره نژدے ګڼل اؤ دَ روم حکومت دَ عیسایانو وهٔ چې اهلِ کتاب وو نو دوی دَ مسلمانانو سره نژدے ګڼلی شو چې دواړه اهلِ کتاب وو ۔ کله چې به دَ فارسیانو دَ غلبې خبر راغلو نو مشرکانو به خوشحالیٔ کؤلے اؤ دَ ځان دپاره به ېٔ یو نیک فال ګڼلو چې څنګه دَ فارس مشرکان پهٔ اهلِ کتابو غالب شو دغه شان به مونږ هم پهٔ مسلمانانو غالب شو اؤ قدرتی طور به مسلمانان پهٔ دې خبره خفه شو چې ولې اهلِ کتاب دَ مشرکانو نه مغلوب شو؟ اؤ دَ مشرکانو دَ پیغورونو نه به هم تنګ شو ۔ پهٔ سن ۶۱۴ء کښې دَ حضور اکرمﷺ دَ پیدائش نه پنځهٔ څلویښت کاله پس اؤ دَ نبوت دَ اعلان نه پنځهٔ کاله پس دَ فارس خلقو دَ خسرو پرویز پهٔ زمانه کښې رومیانو ته یو سخت شکست ورکړو ۔ دَ شام ، مصر اؤ ایشائے کوچک (مشرقی وسطٰی) اکثرې علاقې دَ رومیانو دَ قبضې نه ووتې ۔ هرقل قسطنطینه کښې پناه اخستو باندې مجبور شو ۔ اؤ ډېر پادریان مړهٔ اؤ قید کړی شو دَ بیت المقدس نه دَ عیسایانو متبرک صلیب ایرانیانو دَ ځان سره یوړو ۔ دَ قیصرِ روم طاقت بالکل ختم شو ۔ پهٔ ظاهره ېٔ دَ بیا راپورته کېدو هېڅ طمع نهٔ وه ۔ دَ مشرکانو پهٔ دې فتح دَ مکّې معظّمې مشرکانو ډېرې ډېرې خوشحالیٔ وکړې بلکې دَ مکّې ځنو سرداران خو ابوبکرؓ ته صفا صفا ووې چې نن زمونږ ملګریو دَ ایران خلقو پهٔ رومیانو فتح حاصله کړه اؤ تباه ېٔ کړل دغه شان به سبا مونږ پهٔ تاسو غالب شو اؤ دَ اسلام نوم به دَ دنیا نه ورک کړو ۔ پهٔ داسې خرابو حالاتو کښې قرآن دا عظیمه پیشنګوئی وکړه چې څو کاله پس به رومیان بیا غلبه وکړی ۔ دَ ظاهری اسبانو پهٔ بنا دَ دې هېڅ امید نهٔ وهٔ ۔ مشرکانو به پرې هېڅ یقین نهٔ کؤلو ۔ اؤ دَ مسلمانانو دَ قرآن پهٔ وینا داسې یقین وهٔ چې ابوبکرؓ دَ یو کافر سره پهٔ دې شرط وتړلو چې کهٔ څو کاله کښې رومیان غالب شو نو تهٔ به سل (۱۰۰) اوښان راکوے اؤ کهٔ غالب نهٔ شو نو زهٔ به سل (۱۰۰) اوښان درکؤم ( تر دې وخته لا دوه طرفه شرط حرام شوے نهٔ وهٔ) پهٔ اول کښې ابوبکرؓ پهٔ خپل خیال دَ ”بِضْع سِنِیْن“ اندازه لږه لګؤلے وه ، وروستو ېٔ دَ نبی کریمﷺ پهٔ وینا پهٔ معاهده کښې نهه (۹) کاله میعاد مقرر کړو ۔ هلته قیصر روم دَ خپل اقتدار حاصلؤلو دپاره بیا کوششونه شروع کړل اؤ دا نذر ېٔ ومنلو کهٔ ما ته الله تعالیٰ پهٔ ایرانیانو فتح راکړه نو دَ حمص نه به دَ بیت المقدس زیارت ته پیاده لاړ شم ۔ دَ الله پهٔ قدرت پوره پهٔ نهو کالو کښې یعنی دَ هجرت نه یو کال پس عین دَ بدر دَ غزا پهٔ ورځ چې دلته الله تعالیٰ مسلمانانو ته پهٔ کفارو څرګنده فتح ورکړے وه ، مسلمانانو ته دَ رومیانو دَ فتحې خبر هم را ورسېدو اؤ خوشحالی ېٔ نوره هم زیاته شوه ۔ دلته مشرکان پهٔ خپل غم اخته وو ، دې خبر ېٔ نور هم مخونه خړ کړل ۔ دَ قرآن دَ دې عظیمې پیشنګویئ پهٔ پوره کېدو ډېرو خلقو دَ قرآن پهٔ صداقت یقین وکړو اؤ مسلمان شول ، حضرت ابوبکرؓ دَ خپل اقرار مطابق دَ هغې کافر نه سل (۱۰۰) اوښان وصول کړل اؤ دَ رسول اکرمﷺ پهٔ وینا ېٔ صدقه کړل ۔

ف۳: یعنی اول ایرانیانو ته غلبه ورکؤل اؤ بیا رومیانو ته غلبه ورکؤل دا هر څهٔ دَ الله پهٔ اختیار کښې دی ۔ هغه چې دَ خپل حکمت مطابق څنګه مناسب ګڼی هغه شان کوی ۔ فتح یا شکست دَ چا دَ مقبول کېدو یا مردود کېدو نخښه نهٔ ده ۔ ”تِلْكَ الْاَیَّامُ نُداوِلُهَا بَیْنَ النَّاسِ ۔

بِنَصْرِ اللّٰهِ١ؕ یَنْصُرُ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُۙ۝۵

ترجمه : دَ الله پهٔ امداد ف۴ الله مدد کوی دَ چا چې وغواړی ، اؤ هم هغه دے زبردست ډېر رحم کؤنکے ۔ ف۵

ف۴: یعنی یو خو پهٔ دغه ورځ دَ خپلې کامیابیٔ خوشحالی اؤ بل دَ رومیانو دَ فتحې خبر برغې خوشحالیٔ شوې ۔

ف۵: یعنی دا دَ الله اختیار دے چا ته چې غلبه ورکوی نو هېڅوک شکست نهٔ شی ورکؤلے اؤ چا ته چې شکست ورکؤل وغواړی نو هېڅوک ېٔ نهٔ شی بچ کؤلے ۔

وَعْدَ اللّٰهِ١ؕ لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهٗ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۶

ترجمه: دا دَ الله وعده ده ، خلاف نهٔ کوی الله دَ خپلې وعدې ، لېکن ډېر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۶

ف۶: یعنی ډېر خلق پهٔ دې نهٔ پوهیږی چې پهٔ غالب یا مغلوب کؤلو کښې دَ الله تعالیٰ څهٔ حکمت دے اؤ دا چې کله الله تعالیٰ یو کار کؤل وغواړی نو ظاهری رکاوټونه ټول لری کړی ۔ پهٔ ظاهری اسبابو نظر لرونکی بې دَ ظاهری اسبابو نه پهٔ الله تعالیٰ باور نهٔ کوی۔ اؤ دَ چا ظاهری طاقت چې وګوری نو دا خیال وکړی چې هم دا قوم دَ الله خوښ دے ۔

یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۖۚ وَ هُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ۝۷

ترجمه: دوی پیژنی سرسری ژوند دَ دنیا ۔ اؤ دوی دَ آخرت نه هېڅ خبر نهٔ دی ۔ ف۷

ف۷: یعنی دا خلق دَ دنیا دا ظاهری ژوند وینی ۔ هم دَ دې دنیا عیش و آرام اؤ خوراک څښاک خپل مقصود ګڼی اؤ دغې ته کامیابی وائی ۔ دَ دې نه خبر نهٔ دے چې پهٔ دې ژوند پسې یو بل ژوند راتلونکے دے چې هلته به دَ دې دنیا دَ نیک یا بد عمل نتیجه څرګندیږی اؤ دا ضروری نهٔ ده چې کوم سړے نن دلته خوشحاله اؤ پهٔ آرام دے هغه دې هلته هم بیا خوشحاله وی ۔ آخرت خو دَ نظر نه پناه دے ۔ اوس پهٔ دې دنیا کښې وګوریٔ چې یو قوم کله پهٔ دنیا کښې انتهائی ترقی وکړی څهٔ مودې دپاره پوره غلبه اؤ طاقت حاصل کړی خو آخری انجام ېٔ ذلّت اؤ تباهی وی ۔

اَوَ لَمْ یَتَفَكَّرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ١۫ مَا خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَ اَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ وَ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكٰفِرُوْنَ۝۸

ترجمه: آیا دوی غور نهٔ کوی پهٔ خپل زړهٔ کښې ۔ چې الله چې جوړ کړی دی دا آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې ېٔ ترمینځه دی ، نو ښهٔ ټیک ټاک اؤ پهٔ مقرره نېټه ، ف۸ خو ډېر خلق دَ خپل رب سره دَ ملاقات نه منکر دی ۔ ف۹

ف۸: یعنی دَ دنیا دا دومره عظیم نظام الله تعالیٰ هسې نهٔ دے پیدا کړے ۔ دَ دې څهٔ مقصد ضرور شته اؤ هغه به پهٔ آخرت کښې پهٔ نظر راځی ۔ دَ دې عالم بدلېدونکی حالاتو ته چې پهٔ غور وکتې شی نو دا ترې خپله څرګندیږی چې دا عالم به همېشه هم داسې نهٔ وی ۔ دَ دې دپاره یوه انتها اؤ حد ضرور شته ۔ پهٔ یوه مقرره نېټه به دا دنیا ختمیږی ۔

ف۹: دَ دوی دا خیال دے چې دَ الله مخکښې دَ حساب دپاره حاضری هډو شته نه چې دَ ښهٔ بد غم وکړی ۔

اَوَ لَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّ اَثَارُوا الْاَرْضَ وَ عَمَرُوْهَاۤ اَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوْهَا وَ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ١ؕ فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَؕ۝۹

ترجمه: آیا دوی نهٔ دی ګرځیدلی پهٔ ملک کښې ۔ چې ووینی چې څهٔ انجام شو دَ هغه قومونو چې دوی نه مخکښې تېر شوی دی ۔ هغوی زیات وو دَ دوی نه پهٔ قوت کښې ، کرلې ېٔ وه زمکه اؤ آباده کړے ېٔ وه دَ دوی دَ آبادؤلو نه زیاته ۔ اؤ راوړی وو هغوی ته خپلو رسولانو صفا صفا حکمونه ۔ ف۱۰ نو الله داسې نهٔ وهٔ چې پهٔ هغوی ېٔ ظلم کړے وې لېکن هغوی خپله خپلو ځانونو سره بد کؤل۔ ف۱۱

ف۱۰: یعنی لوی لوی مضبوط قومونه (لکه عاد و ثمود) چا چې زمکه آباده کړے ده ۔ کر کرونده ېٔ کؤله ۔ نهرونه اؤ باغونه ېٔ جوړ کړی وو ۔ دَ دې مشرکانو نه زیات ترقی یافته ، زیات مضبوط اؤ ډېره موده پهٔ دې ملک آباد وو، هغه چرته لاړل ۔ دَ هغوی هغه طاقت څهٔ شو؟ کله چې هغو ته پېغمبرانو دَ الله احکام واورؤل اؤ هغوی ترې انکار وکړو نو تاسو خبر ییٔ چې آخر انجام ېٔ څهٔ شو ۔ ټول تباه و برباد شو ۔ دَ هغوی ورانې کنډرے اوس هم تاسو کتې شیٔ وګرځیٔ ۔ آیا تاسو دَ دې نه عبرت نهٔ اخلیٔ؟

ف۱۱: دَ الله دَ طرف نه خو دَ ظلم څهٔ امکان نشته خو دا خلق دَ خپله لاسه دَ ناکاره کارونو پهٔ وجه ځان تباه کوی ۔ اؤ پهٔ خپلو ځانونو ظلم کوی ۔ الله تعالیٰ خو پهٔ خپلو بندیانو دومره مهربانه دے چې دَ رسولانو راستؤلو اؤ صفا صفا احکامو بیانؤلو نه بغیر چا ته سزا هم نهٔ ورکوی ۔

ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوا السُّوْٓاٰۤی اَنْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ كَانُوْا بِهَا یَسْتَهْزِءُوْنَ۠۝۱۰

ترجمه: نو بیا شو آخر انجام خراب دَ هغه کسانو چې بد ېٔ کؤل ۔ ځکه چې هغوی دروغ ګڼل دَ الله آیتونه اؤ ورپورې ېٔ مسخرې کؤلے ۔ ف۱۲

ف۱۲: دا تباهی خو ېٔ پهٔ دنیا کښې ولیده اؤ پهٔ آخرت کښې چې به کوم سخت عذاب وی هغه دَ دې نه علاوه دے ۔ نو دې خلقو ته پکار دی چې دَ تېرو قومونو دَ دې انجام نه سبق واخلی اؤ پهٔ کومو کارونو چې هغوی ته سزا ورکړې شوے ده هغې نه ځان بچ کړی ۔

اَللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۝۱۱

ترجمه: الله پیدا کوی مخلوق اول ځل بیا به ېٔ دوباره پیدا کوی ، بیا به هم هغهٔ ته راګرځی ۔

وَ یَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُوْنَ۝۱۲

ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې قائم شی قیامت نا امیده به پاتی شی ګناهګار ۔

وَ لَمْ یَكُنْ لَّهُمْ مِّنْ شُرَكَآىِٕهِمْ شُفَعٰٓؤُا وَ كَانُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ كٰفِرِیْنَ۝۱۳

ترجمه: اؤ نهٔ به وی دَ هغوی پهٔ شریکانو کښې هېڅوک دَ هغوی سفارش کؤنکی ، اؤ شی به دوی دَ خپلو شریکانو نه انکاری ۔ ف۱۳

ف۱۳: یعنی دوی چې څوک دَ الله سره پهٔ خداییٔ کښې شریک منی کله چې ېٔ دغه شریکان پهٔ سخته کښې پکار رانهٔ شی نو وائی به وَاللهِ رَبِّنَا مَا کُنَّا مُش۱ْرِکِیْنَ ۔ (قسم پهٔ الله چې زمونږ رب دے مونږ خو شرک نهٔ وهٔ کړے)

وَ یَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّتَفَرَّقُوْنَ۝۱۴

ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې قائم شی قیامت، پهٔ دغه ورځ به خلق ډلې ډلې وی ۔ ف۱۴

ف۱۴: یعنی نیکان و بدان هر قسم خلق به جدا جدا ډلې کړې شی اؤ هره ډله به خپل خپل ځائې ته ورسؤلے شی ۔ تفصیل ېٔ پهٔ مخکښې آیت کښې راځی ۔

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصَّلِحٰتِ فَهُمْ فِیْ رَوْضَةٍ یُّحْبَرُوْنَ۝۱۵

ترجمه: نو کومو خلقو چې ایمان راوړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل نو دوی به پهٔ باغونو کښې وی ستړی مشی به ېٔ کیږی ۔ ف۱۵

ف۱۵: یعنی انعام به ورکؤلے شی اؤ قدر عزت به ېٔ کیږی ۔ هر قسم آرام اؤ نعمتونه به ورکؤلے شی اؤ ډېر به خوشحاله وی ۔ دا خو دَ نیکانو حالت شو ، دَ بدانو حال مخکښې آیت کښې بیانیږی چې سخت عذاب به ورکؤلے شی اؤ دوزخ ته به پهٔ زنځیرونو تړلی روان وی ۔

وَ اَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَ لِقَآئِ الْاٰخِرَةِ فَاُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ۝۱۶

ترجمه: اؤ چا چې انکار کړے دے ، اؤ دروغ ېٔ ګڼلی دی زمونږ آیتونه اؤ دَ آخرت ملاقات ، نو هم دغه خلق به جهنم ته تړلے راوستې شی ۔

فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ حِیْنَ تُمْسُوْنَ وَ حِیْنَ تُصْبِحُوْنَ۝۱۷

ترجمه: نو یاد کړیٔ پاک الله دَ ماښام پهٔ وخت اؤ دَ سحر پهٔ وخت ۔

وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ عَشِیًّا وَّ حِیْنَ تُظْهِرُوْنَ۝۱۸

ترجمه: اؤ هم دَ هغهٔ دی ټول صفات پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې ، اؤ یاد کړیٔ الله پهٔ وروستی وخت اؤ دَ غرمې پهٔ وخت ۔ ف۱۶

ف۱۶: یعنی کهٔ جنت مو خوښ وی نو الله پاد لریٔ اؤ دَ هغهٔ احکام منیٔ ۔ یاد پهٔ زړهٔ ، پهٔ ژبه اؤ پهٔ نورو اندامونو هم کېدے شی ۔ پهٔ نمانځهٔ کښې درے واړه قسمه جمع شوی دی (ځکه نمونځ پهٔ ټولو عبادتونو افضل دے) دَ نمانځهٔ وختونه پهٔ دې آیت کښې بیان شوی دی ۔ سحر ، نماښام (پهٔ دې کښې نماښام اؤ نمازخفتن دواړه راغلل) دَ ورځې آخری وخت کښې دَ نمازدیګر نمونځ شو اؤ دَ غرمې نه پس نمازپښین شو نو دَ فرضی نمونځونو پنځهٔ واړه وخته پهٔ دې یو آیت کښې بیان شو ۔ پهٔ دې وختونو کښې دَ الله دَ رحمت اؤ قدرت اؤ لوییٔ علامې ډېرې څرګندې شی ۔ پهٔ عالمِ اجسام کښې نمر دَ ټولو نه څرګنده اؤ روښانه کرّه ده ، چې دَ دې دَ فائدې اؤ تاثیر نه دَ دې مادی دنیا یو شے هم خالی نهٔ دے پهٔ دغې وجې ډېرو ظاهر بینو نمر خپل معبود منلې وهٔ ۔ لکه دَ ابراهیمؑ پهٔ زمانه چې مشرکانو دَ ستوریو عبادت کؤلو نو نمر ېٔ پهٔ ټولو کښې لوئے خدائې ګڼلو ۔ دَ ابراهیمؑ پهٔ دې قول کښې (هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَکْبَرْ) دې طرف ته اشاره ده ۔ دَ نمانځهٔ پهٔ دې پنځو وختونو کښې دَ نمر دَ عاجزیٔ اؤ کمزوریٔ نخښې څرګندیږی ۔ سحر وختی چې نمر لا پهٔ دنیا خپله رڼا نهٔ وی خوره کړے ۔ دَ غرمې نه پس چې دَ ترقیٔ وخت ېٔ ختم شی اؤ پهٔ زوال شروع شی ، پهٔ نمازدیګر خؤ ېٔ شغلې ښې تتې شی نو کمزوری ېٔ نوره هم څرګنده شی ۔ اؤ نماښام خو دَ خپلو تابعدارو نه مخ پټ کړی اؤ دَ خپلې رڼا نه ېٔ محروم کړی ۔ نمازخفتن چې دَ شفق رڼا هم ختمه شی اؤ پهٔ دنیا ښهٔ تیارهٔ شی ۔ دَ نمر دَ رڼا هم اثر پاتې نهٔ شی نو پهٔ داسې وخت کښې (مؤحدینو) دَ یو الله فرمانبردارو ته حکم دے چې دَ خپل لوی رب عبادت کویٔ اؤ دَ نمانځهٔ شروع هم پهٔ اَللهُ اَکْبَرْ کیږی ۔ پهٔ دې کښې هم دَ هغه مؤحدِ عظیم ابراهیمؑ خلیل الله تابعداریٔ اشاره ده چا چې دَ هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَکْبَرْ نه پس وئیلی وو ۔

اِنِّیْ وَ جَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِکِیْنَ۝ (سورة انعام ، رکوع ۹)

(زهٔ خپل مخ هغه ذات طرف ته ګرځؤم چا چې زمکه اؤ آسمانونه پیدا کړی دی خالص یو مخیز هغهٔ ته اؤ بل ورسره هېڅوک نهٔ شریکؤم) اؤ شاید چې دَ دې آیت پهٔ ” وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ “ ټوکړه کښې هم دَ ابراهیمؑ دغه قول ته اشاره وی ۔ چې دَ تسبیح اؤ پاکیٔ بیانؤلو قابل هغه ذات دے چا چې دا زمکه اؤ آسمانونه (یعنی ټوله دنیا) پیدا کړے ده اؤ دَ چا حمد و ثنا چې ټول موجودات دَ حال یا قال پهٔ ژبه بیانوی ۔ دَ دنیا هېڅ یو مخلوق (کهٔ پهٔ ظاهره ډېر لوئے وی) دَ دې قابل نهٔ دے چې دَ الله سره پهٔ حمد و ثنا (یعنی عبادت) کښې شریک کړې شی ۔ مخکښې بیا دَ دغه معبودِ حقیقی ځنی صفاتِ کامله بیانیږی چې دَ معبودیت حق ېٔ نور هم واضح شی ۔ پهٔ دغه سلسله کښې دَ دوباره ژوند متعلق هم کافی خبرې راغلی دی ۔

یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَ یُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا١ؕ وَ كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ۠۝۱۹

ترجمه: الله راوباسی ژوندے دَ مړی نه اؤ راوباسی مړے دَ ژوندی نه ، اؤ ژوندیٔ کوی زمکه دَ هغې دَ مرګ نه پس ، اؤ هم دغه شان به تاسو هم را ووستې شیٔ ۔ ف۱۷

ف۱۷: یعنی بنیادم دَ نطفې نه پیدا کوی اؤ نطفه دَ بنیادم نه ۔ مرغۍ دَ اګۍ نه اؤ اګۍ دَ مرغۍ نه را وباسی ، دَ مسلمان نه کافر پیدا کوی اؤ دَ کافر نه مسلمان اؤ دغه وچه زمکه چې مړه وی دَ رحمت پهٔ اوبو بیا ژوندیٔ اؤ شنه زرغونه کړی ۔ مطلب دا چې مرګ اؤ ژوند حقیقی وی اؤ کهٔ مجازی اؤ حسّی وی کهٔ معنوی دَ ټولو اختیار دَ الله پهٔ لاس کښې دے ۔ بیا دَ ستاسو دوباره ژوندی کؤل ورته څهٔ ګران دی؟ څنګه چې دا کارونه کوی دغه شان به تاسو هم دوباره ژوندی کړی ۔

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ اِذَاۤ اَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُوْنَ۝۲۰

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ یوه نښه دا ده چې جوړ ېٔ کړیٔ تاسو دَ خاورې نه ۔ نو اوس تاسو بنیادم ییٔ پهٔ زمکه خوارهٔ وارهٔ ۔ ف۱۸

ف۱۸: یعنی آدمؑ ېٔ دَ خاورې نه جوړ کړو بیا دَ هغهٔ قدرتونه ګوریٔ چې څنګه دَ یو آدمؑ نه دَ هغهٔ اولاد دَ ټولې زمکې پهٔ مخ خور شو اؤ دنیا ترېنه ډکه شوه ۔

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَیْهَا وَ جَعَلَ بَیْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّ رَحْمَةً١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ۝۲۱

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ یوه نښه دا ده چې جوړه ېٔ کړه تاسو دپاره ستاسو دَ قسم نه جوړه چې سکون حاصل کړیٔ هغې سره ، اؤ پیدا ېٔ کړه ستاسو ترمینځه مینه اؤ مهربانی ۔ بېشکه پهٔ دې کښې ډېرې دَ کار خبرې دی فکر کؤنکیو دپاره ۔ ف۱۹

ف۱۹: یعنی اول ېٔ دَ خاورې نه آدمؑ جوړ کړو بیا ېٔ هم دَ هغهٔ دَ بدن نه دَ هغهٔ دَ تسلیٔ اؤ سکوم دپاره ورته جوړه پیدا کړه اؤ پیدائشی طور ېٔ دَ نر اؤ ښځې ترمینځه یو خاص قسم تعلق اؤ محبت کښېښو چې دَ دواړو دَ تعلق نه دَ بنیادم نسل خور شی لکه چې فرمائی:

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّکُمُ الَّذِیْ خَلْقَکُمْ مِنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّ خَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَ بَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا کَثِیْرًا وَّ نِسَآءًا۝ (سورة النساء ، رکوع ۱)

ترجمه: (اے بنیادمو وویرېږیٔ دَ خپل هغه رب نه چې پیدا ېٔ کړیٔ تاسو دَ یو نفس (آدم) نه اؤ پیدا ېٔ کړه هم دَ هغه نفس نه دَ هغهٔ دپاره جوړه اؤ خوارهٔ ېٔ کړیٔ دې دواړو نه تاسو ډېر نران اؤ ښځې)

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ اخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَ اَلْوَانِكُمْ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْعٰلِمِیْنَ۝۲۲

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ یوه نښه دَ آسمانونو اؤ زمکې پیدا کؤل ، اؤ دَ ستاسو پهٔ قسم قسم ژبو خبرې اؤ قسم قسم رنګونه دی ، بېشکه پهٔ دې کښې ډېرې نښې دی دَ مخلوق دپاره ۔ ف۲۰

ف۲۰: ټول بنیادم ېٔ دَ یو مور پلار نه پیدا کړی دی اؤ دَ زمکې پهٔ مخ ېٔ بیا خوارهٔ کړل ډلې ډلې ۔ دَ هر ملک خلقو ته ېٔ دَ نورو نه جدا ژبه وښیٔله اؤ دَ هر یو رنګ کړهٔ وړهٔ ېٔ دَ بل نه جدا کړهٔ ۔ پهٔ دنیا کښې پهٔ اربونو بنیادم دی خو دَ الله دې عظیم قدرت ته وګوریٔ چې ټول یو شان بنیادم دی خو دَ هر یو کړهٔ وړهٔ دَ بل نه جدا دی اؤ پهٔ دې اربونو کښې به تا ته دوه کسه هم هَم شکله ښکاره نهٔ شی هر یو دَ بل نه جدا دے ۔ رنګ اؤ شکل خو ېٔ څهٔ کوے چې آواز اؤ دَ خبرو طرز هم دَ هر انسان دَ بل نه جدا دے ۔ کله نه چې دنیا آباده شوے ده هر وخت پهٔ هره زمانه کښې هر نوے بنیادم چې دنیا ته راځی پهٔ نوی شکل اؤ نوی آواز اؤ نوے خبرو طرز پیدا کیږی ۔ پهٔ دې اربونو کسانو کښې دوه کسه هم نهٔ شې موندې چې رنګ شکل ، آواز اؤ دَ خبرو طرز ېٔ بالکل یو شان وی ۔ دا دَ الله دَ قدرت څومره عظیمه خزانه ده چې کله راسې دنیا آباده شوے ده اؤ الله خبر چې تر کومې به چلیږی دَ الله دَ قدرت پهٔ دې خزانه کښې څهٔ کمے نهٔ راځی۔

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖ مَنَامُكُمْ بِالَّیْلِ وَ النَّهَارِ وَ ابْتِغَآؤُكُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ۝۲۳

ترجمه: اؤ هم دَ هغهٔ دَ نښو نه دی ستاسو خوب دَ شپې اؤ ورځې ، اؤ ستاسو تلاش کؤل دَ هغهٔ دَ فضل ۔ ف۲۱ بېشکه پهٔ دې کښې ډېرې دَ کار خبرې دی هغه چا دپاره چې اوری ۔ ف۲۲

ف۲۱: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې دَ بنیادم دوه حالته دی ، خوب اؤ بیداری ۔ چې وودهٔ وی نو بې خبره وی دَ کاڼی یا دَ مړی پهٔ مثال اؤ چې ویښ وی نو بل شے ترې زیات هوښیار اؤ بیدار نشته ۔ نو شپهٔ ده دَ خوب دپاره ۔ بنیادم پهٔ دواړه وخته کښې خپل کار پوره پوره کوی ۔

ف۲۲: یعنی چې نصیحت اوری اؤ عمل پرې کوی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی بنیادم چې وودهٔ وی نو دَ هېڅ نه نهٔ خبریږی ۔ دَ دغې وخت حال دَ بل نه اوری۔

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّ طَمَعًا وَّ یُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَیُحْیٖ بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ۝۲۴

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ یو نښه دا ده چې ښیٔ تاسو ته بریښنا دَ ویرې اؤ طمعې دپاره ۔ ف۲۳ اؤ راکوزوی پهٔ تاسو دَ آسمان نه اوبهٔ ۔ بیا ورباندې ژوندیٔ کوی زمکه دَ هغې دَ مرګ نه پس ، بېشکه پهٔ دې کښې ډېرې دَ کار خبرې دی عقل مندو دپاره ، ف۲۴

ف۲۳: پهٔ وریځ کښې چې پړق ډېر وی نو خلق ویریږی چې چرته پهٔ چا تندر پرې نهٔ وځی ۔ اؤ دا طمع هم کوی چې باران به وشی ملک به آباد شی ۔ پهٔ لاره مسافر کله دَ آسمان پړق ښهٔ ګڼی چې تر څهٔ ځایه ورته لار ښکاره شی اؤ کله ترې پهٔ ترهه وی چې پهٔ لاره به مې باران راګېر کړی دَ مزل نه به پاتې شم ۔ نو دَ بجلۍ پهٔ پړق کښې دَ مسافر اؤ کوربه دواړو دپاره خطره هم شته اؤ طمع هم۔

ف۲۴: دَ دغې نه اندازه واخلیٔ چې دَ دومره قدرتونو مالک الله چې دا دومره کارونه کوی اؤ بیا مړه زمکه پهٔ خپل رحمت ژوندیٔ کوی نو هغه الله ته دَ ستاسو دوباره ژوندی کؤل څهٔ ګران دی؟

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ تَقُوْمَ السَّمَآءُ وَ الْاَرْضُ بِاَمْرِهٖ١ؕ ثُمَّ اِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً١ۖۗ مِّنَ الْاَرْضِ١ۖۗ اِذَاۤ اَنْتُمْ تَخْرُجُوْنَ۝۲۵

ترجمه: اؤ دَ هغهٔ یو نښه دا ده چې ولاړ دی آسمان اؤ زمکه دَ هغهٔ پهٔ حکم ۔ ف۲۵ بیا کله چې راوبلی تاسو یو ځل دَ زمکې نه ، نو تاسو به هغه وخت سمدستی را ووځیٔ۔ ف۲۶

ف۲۵: اول دَ زمکې اؤ آسمانونو دَ پیداوښت حال بیان شوے وهٔ اوس دَ هغې دَ باقی پاتې کېدو (قیام و بقاء) خبره ده چې څنګه پیدا شوی دَ الله پهٔ حکم دی ۔ دغه شان باقی اؤ پهٔ خپل ځائې ولاړ هم دَ هغهٔ پهٔ حکم دی ، دَ هېڅ شی مجال نشته چې دَ خپل مرکز نه یوه ذره رپ ووهی ۔

ف۲۶: یعنی تر څو چې دَ الله حکم وی دغه زمکه اؤ آسمانونه به پهٔ دغه حال قائم وی ۔ بیا کله چې دَ الله حکم وشی نو پهٔ یو آواز به تاسو ټول دَ قبرونو نه راپورته شیٔ اؤ دَ حشر میدان ته به راغونډ شیٔ ۔

وَ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ۝۲۶

ترجمه: اؤ هم دَ هغهٔ دی څوک چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې دی ، ټول دَ هغهٔ دَ حکم تابع دی ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې وسیدونکے تمام مخلوق دَ الله مملوک اؤ تابع دی ۔ دَ هېچا مجال نشته چې دَ هغهٔ دَ تکوینی حکم نافرمانی وکړی ۔

وَ هُوَ الَّذِیْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَ هُوَ اَهْوَنُ عَلَیْهِ١ؕ وَ لَهُ الْمَثَلُ الْاَعْلٰى فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۠۝۲۷

ترجمه: اؤ هم هغه دے چې وړومبی ځل پیدا کوی مخلوق ، بیا به ېٔ دوباره پیدا کوی، اؤ دا دوباره پیدا کؤل هغهٔ ته ډېر آسان دی ۔ ف۲۸ اؤ دَ هغهٔ شان دَ ټولو نه وچت دے پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې ۔ اؤ هم هغه زبردست دے دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۲۹

ف۲۸: یعنی دَ الله قدرت ته خو دواړه یو شان دی لېکن دَ ستاسو دَ عقل پهٔ نظر دویٔم ځل پیدا کؤل دَ اول ځل نه آسان پکار دی ۔ نو عجیبه خبره ده چې تاسو دا خو منیٔ چې دا دنیا اول نهٔ وه بیا الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت پیدا کړه لېکن دا نهٔ منیٔ چې هم هغه الله چا چې پهٔ وړومبی ځل پیدا کړے وه دوباره ېٔ هم پیدا کؤلے شی ۔

ف۲۹: یعنی دَ هغهٔ شان اؤ دَ هغهٔ صفات ډېر اعلیٰ اؤ ډېر وچت دی ۔ پهٔ دنیا کښې داسې هېڅ ښائست اؤ خوبی نشته چې دَ الله تعالیٰ دَ شان سره ېٔ څهٔ نسبت وی بلکې مخلوق چې دَ هغهٔ دَ اعلیٰ نه اعلیٰ جمال اؤ جلال کوم انتهائی تصوّر کولے شی دَ هغهٔ شان دَ هغې نه هم ډېر وچت دے ۔ بلکې پهٔ دنیا کښې چرته څهٔ خوبی ده ټول دَ هغهٔ دَ کمالاتو یو ادنیٰ سېورے دے:

اے برتر از خیال و قیاس و گمان و وہم

وزھر چہ گفتہ اند و شنیدیم و خواندہ ایم

ضَرَبَ لَكُمْ مَّثَلًا مِّنْ اَنْفُسِكُمْ١ؕ هَلْ لَّكُمْ مِّنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ شُرَكَآءَ فِیْ مَا رَزَقْنٰكُمْ فَاَنْتُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ تَخَافُوْنَهُمْ كَخِیْفَتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ١ؕ كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ۝۲۸

ترجمه: بیانوی تاسو ته یو مثال ستاسو پهٔ خپلو نفسونو کښې ۔ ګوریٔ! دا ستاسو دَ لاس مالونه (وینځې ، غلامان) چې دی پهٔ دې کښې تاسو سره څوک شریک نشته زما پهٔ درکړی روزیٔ کښې چې ټول پکښې برابر یٔ ۔ ویرېږیٔ پهٔ هغو ، لکه څنګه چې ویرېږیٔ پهٔ خپلو ځانونو ، دغه شان صفا صفا بیانوؤ مونږ خپلې نښې هغه چا ته چې څهٔ عقل لری ۔ ف۳۰

ف۳۰: یعنی دَ شرک خرابی اؤ باطل والی واضح کؤلو دپاره الله تعالیٰ ستاسو دَ پوهې دپاره هم ستاسو پهٔ ژوند کښې درته یو مثال بیانوی، هغه دا چې تاسو غور وکړیٔ ستاسو دَ لاس مال (یعنی ستاسو غلام یا وینځه)چې تاسو ېٔ صرف ظاهری اؤ مجازی مالکان ییٔ ۔ آیا تاسو دا غلامان پهٔ خپل رزق اؤ مال متاع کښې دَ ځان پهٔ شان مساوی شریکان منلی شیٔ؟ اؤ څنګه چې پهٔ مشترک مال کښې ورور، تربور یا بل حصه دار پهٔ خپله خوښه تصرّف کوی اؤ یا دا خطره وی چې ستا پهٔ څهٔ تصرّف بد وګڼی اؤ مال درسره تقسیم کړی ، یا درنه کم از کم تپوس قدر وکړی چې تا پهٔ شریک مال کښې زما دَ اجازت نه بغیر دا تصرّف ولې وکړو؟ نو آیا داسې خطره تاسو ته دَ خپل غلام یا نوکر دَ طرف نه هم شته؟ نو پوهه شیٔ چې دَ یو مجازی مالک دا حال دے چې دَ خپل غلام یا نوکر نه هېڅ خطره نشته نو حقیقی مالک اؤ مختارِ کل دَ خپل مخلوق څهٔ پرواه لری کوم چې تاسو پهٔ خپل حماقت دَ هغهٔ پهٔ مال کښې شریک ګڼیٔ ۔ نو یو غلام خو دَ خپل مالک پهٔ مال کښې نهٔ شی شریکېدے اؤ حال دا چې دواړه دَ بل مخلوق اؤ بندیان دی ۔ نو یو مخلوق به دَ خپل خالق سره پهٔ اختیاراتو کښې څنګه شریک شی؟ دا خو څهٔ داسې خبره ده چې څهٔ دَ عقل درک ېٔ پهٔ مزغو کښې وی نو دا خبره به ونهٔ منی ۔

بَلِ اتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ١ۚ فَمَنْ یَّهْدِیْ مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ١ؕ وَ مَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ۝۲۹

ترجمه: بلکې تابعداری کوی بې انصافه خلق دَ خپلو خواهشاتو پهٔ ناپوهیٔ ۔ ف۳۱ نو څوک به پوهه کړی هغه څوک چې بې لارې کړی دی الله ۔ اؤ نشته دَ هغوی څوک مددګار ۔ ف۳۲

ف۳۱: یعنی دا بې انصافه پهٔ داسې واضحه خبرو هم نهٔ پوهیږی ځکه چې دوی پوهېدل نهٔ غواړی ۔ داسې خبرو ته فکر نهٔ کوی اؤ پهٔ خپلو وهمونو اؤ خواهشونو پسې پهٔ پټو سترګو روان دی ۔

ف۳۲: یعنی چا ته چې الله تعالیٰ دَ بې انصافیٔ ، جهل اؤ هواپرستیٔ پهٔ سبب دَ هدایت توفیق نهٔ دے ورکړے نو څوک دی چې سمې لارې ته ېٔ راوګرځوی یا ورسره څهٔ امداد وکړی نو تهٔ پهٔ داسې خلقو مهٔ خفه کېږه اؤ دَ خپل رب عبادت ته پوره توجه وکړه ۔

فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا١ؕ فِطْرَتَ اللّٰهِ الَّتِیْ فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا١ؕ لَا تَبْدِیْلَ لِخَلْقِ اللّٰهِ١ؕ ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ١ۙۗ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَۗۙ۝۳۰

ترجمه: نو تهٔ سم کړه خپل مخ دین طرف ته یو مخیزې ۔ ف۳۳ دغه فطرت دے دَ الله چې مخلوق ېٔ پرې پیدا کړے دے ۔ ف۳۴ نشته بدلون دَ الله پیداوښت له ۔ ف۳۵ هم دغه دے صحیح دین ، لېکن ډېر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۳۶

ف۳۳: یعنی څوک چې دَ ګمراهیٔ نه ځان نهٔ وباسی اؤ سمې خبرې اورېدو ته تیار نهٔ دی نو پرېږده ېٔ چې بوخت وی پکښې ۔ تهٔ دَ هر طرف نه مخ راوګرځوه خالص دَ الله عبادت ته ، ټوله توجه راغونډه کړه اؤ پهٔ رښتونی دین کلک ولاړ وسه ۔

ف۳۴: الله تعالیٰ دَ بنیادم ساخت داسې جوړ کړے دے اؤ داسې فطری طاقتونه ېٔ ورکړی دی کهٔ پهٔ حق خبره دَ ځان پوهه کؤلو اراده وکړی نو پوهیږی پرې اؤ منلې شی ۔ الله تعالیٰ دَ وخت دَ سره دَ بنیادم پهٔ زړهٔ کښې دَ خپل اجمالی معرفت یو پړق یٔښې دے ۔ نو کهٔ خراب ماحول پرې اثر ونهٔ کړی اؤ بنیادم پهٔ خپل طبیعت آزاد پاتې شی نو حق دین پهٔ اسانیٔ سره قبلؤلې شی ۔ بلکې حق دین به قبلوی اؤ بل خوا به هډو توجه نهٔ کوی ۔ دَ یَوْمِ اَلَسْتُ پهٔ وعده کښې هم دې ته اشاره ده اؤ دَ صحیح احادیثو نه دا ثابته ده چې هر وړوکے ماشوم مسلمان پیدا کیږی خو مور پلار ېٔ بل دین ته واړوی (کهٔ مور پلار ېٔ مسلمانان نهٔ وی) یو بل حدیث قدسی دے چې الله پاک فرمائی ما خپل بندیان مسلمانان پیدا کړی دی خو شیطان ېٔ دَ سمې لارې نه خطا کړی ۔ بهرحال دینِ حق، دینِ قیّم اؤ دینِ حنیف هغه دے چې کهٔ بنیادم پهٔ خپل طبیعت آزاد پرېښوې شی اؤ دَ ماحول خراب اثر پرې نهٔ وی نو هغه به پهٔ خپل طبیعت هم دغه دین قبلوی ۔ دَ بنیادم فطرت الله تعالیٰ داسې جوړ کړے دے چې دینِ فطرت به قبلوی ۔ فرض کړیٔ کهٔ دَ فرعون یا ابوجهل پهٔ فطرت کښې دا استعداد نهٔ وې چې حق قبول کړی نو بیا خو هغوی پهٔ شریعت مکلّف کؤل جائز نهٔ وو ۔ لکه کاڼی ، بوټی یا ځناور چې مکلّف نهٔ دی ۔ دَ انسانی فطرف دَ دغې یکسان استعداد اثر دے چې دَ دین غټې غټې خبرې پهٔ څهٔ نه څهٔ شکل کښې ټول بنیادم منی اګرچې پوره پهٔ صحیح شکل کښې پرې عمل نهٔ کوی ۔ لکه دا چې زور زیاتے ښهٔ نهٔ دے ۔ دَ بل حق وهل اؤ دَ چا سره ټګی کؤل نهٔ دی پکار ۔ دَ چا سر و مال ته نقصان رسؤل یا دَ چا عزت خرابؤل بدکار دے ۔ دا خبرې ټول بنیادم اؤ ټول باطل دینونه هم منی ۔ لېکن الله تعالیٰ دَ خپلو پېغمبرانو پهٔ ذریعه بنیادمو ته پهٔ دغه خبرو پهٔ صحیح طریقه دَ عمل کؤلو چل ښیٔلے دے ۔

ف۳۵: یعنی دَ اصل پیدائش پهٔ اعتبار سره ټول بنیادم یو شان دی ۔ هېڅ کمے زیاتے پکښې نشته پهٔ هر بنیادم کښې دَ حق قبلؤلو استعداد یٔښې شوے دے ۔ دا بیله خبره ده چې څوک پهٔ بې توجهیٔ یا بې تمیزیٔ یا دَ خراب ماحول پهٔ وجه دغه دَ نیکیٔ تخم اؤ ښهٔ استعداد پهٔ خپله تباه کړی۔

ف۳۶: یعنی صحیح دین هم دغه دَ فطرت آواز دے ۔ خو اکثر خلق پهٔ دې نکته نهٔ پوهیږی ۔

مُنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ وَ اتَّقُوْهُ وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ لَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَۙ۝۳۱

ترجمه: ټول رجوع شیٔ الله ته ف۳۷ اؤ دَ هغهٔ ویره کویٔ اؤ قائم لریٔ نمونځونه ، اؤ مهٔ کېږیٔ پهٔ مشرکانو کښې۔

ف۳۷: یعنی دغه اصل دین اؤ دَ فطرت آواز خالص دَ الله دَ رضا دپاره ټینګ کړه ۔ کهٔ دَ الله رضا اؤ هغهٔ ته رجوع پکښې نهٔ وی دَ دنیاوی فائدې پهٔ غرض څوک داسې کارونه کوی نو دین ېٔ صحیح نه دے۔

مخکښې دَ فطری دین یو څو غټ غټ اصول ښیٔلی شی ۔ دَ الله نه ویره ، نمونځ کؤل ، دَ شرک نه اؤ پهٔ دین کښې اختلاف پیدا کؤلو نه ځان ساتل ۔

مِنَ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَ كَانُوْا شِیَعًا١ؕ كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ۝۳۲

ترجمه: هغه مشرکان چې اختلاف ېٔ پیدا کړے دے پهٔ خپل دین کښې اؤ جوړې شوی دی پکښې ډېرې ډلې ، هره ډله پهٔ هغه دین چې ورسره دے خوشحاله ده ۔ ف۳۸

ف۳۸: یعنی دې خلقو فطری دین پرېښو ، پهٔ خپلو کښې ېٔ ډلې پرې جوړې کړې ۔ چا به پهٔ خپل فکر یوه طریقه روانه کړه نور به ورپسې شو ۔ دغه شان به یوه ډله جوړه شوه ۔ بیا به بل سړی پهٔ خپل خیال څهٔ بله طریقه روانه کړه نور خلق به پهٔ هغهٔ پسې شو ۔ دغه شان به یوه بله ډله جوړه شوه ۔ پهٔ دې طریقه مذهب ټوکړې ټوکړې شو اؤ بېشماره ډلې جوړې شوې ۔ هره ډله پهٔ خپل خیال کلکه ولاړه ده ۔ دَ خپلې عقیدې نه علاوه ورته نورې ټولې غلطې ښکاری ۔ اؤ دَ بل خبره نهٔ اوری ۔

وَ اِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُّنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَاۤ اَذَاقَهُمْ مِّنْهُ رَحْمَةً اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَۙ۝۳۳

ترجمه: کله چې راشی پهٔ خلقو څهٔ سخته نو چغې وهی خپل رب ته رجوع کؤنکی دی خالص هغهٔ ته ۔ بیا کله چې ورباندې وڅکی دَ خپل طرف نه مهربانی ، نو بیا سمدستی یوه ډله دَ دوی نه خپل رب سره شریکان جوړ کړی ۔

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ١ؕ فَتَمَتَّعُوْا١ٙ فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ۝۳۴

ترجمه: چې منکر شی زمونږ دَ ورکړې نه ۔ نو مزې وکړیٔ ، ډېر ژر به پوهه شیٔ ۔ ف۳۹

ف۳۹: یعنی څنګه چې ښهٔ اؤ بد پیژندل دَ بنیادم فطرت دے ۔ دغه شان الله ته رجوع کؤل هم دَ بنیادم فطرت دے (خو دَ ماحول دَ اثر پهٔ وجه پټ وی) لېکن دَ سختې اؤ ویرې پهٔ وخت دا ظاهری پردې ختمې شی اؤ فطری اثر څرګند شی ۔ دَ غټ نه غټ سرکش اؤ نافرمانه هم چې پهٔ سختیٔ اؤ مصیبت کښې ګېر شی نو الله ېٔ یاد شی اؤ منت زاری ورته شروع کړی ۔ پهٔ هغه وخت ترېنه دَ دروغو خدایان اؤ نور هر څهٔ هېر شی ۔ خپل اصل مالک ېٔ را یاد شی ۔ خو افسوس دا دے چې بنیادم پهٔ دې حالت تر ډېره وخته نهٔ شی پاتې کېدے ۔ خو چې الله پاک ېٔ زاری قبوله کړی ، رحم ورباندې وکړی اؤ سخته ختمه شی نو سمدستی ېٔ بیا هغه دَ دروغو خدایان اؤ غلطې عقیدې را پهٔ یاد شی ۔ دَ الله احسان اؤ مهربانی داسې هېره کړی لکه چې دا سخته ترېنه الله نهٔ وی لرې کړے اؤ دغه دَ دروغو خدایانو ترېنه لرې کړے وی ۔ (نعوذ بالله)۔ ډېره ښهٔ ده دَ دنیا څو ورځې ژوند کښې دې مزې وکړی ۔ ډېر ژر به ورته پته ولګی چې دَ دې ناشکریٔ اؤ نافرمانیٔ څهٔ نتیجه ده ۔ کهٔ سړیتوب پکښې وې خؤ خیال به ېٔ کړے وهٔ چې پهٔ سخته کښې ېٔ کوم خدائې ته چغې وهلې اؤ چا ترېنه سخته لرې کړه نو پهٔ راحته کښې به ېٔ بیا هم هغه الله یادؤلو اؤ دَ هغهٔ احسان به ېٔ منلو، دَ هغهٔ حمد و ثنا به ېٔ وئیله اؤ بل څوک به ېٔ ورسره نهٔ شریکؤلو ۔

(خو پهٔ دې ظالمانو کښې سړیتوب چرته دے؟)

اَمْ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا فَهُوَ یَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوْا بِهٖ یُشْرِكُوْنَ۝۳۵

ترجمه: آیا مونږ نازل کړے پهٔ دوی څهٔ سند ، چې هغه ورته ښیٔ دا کوم چې شریکان دوی جوړوی ۔ ف۴۰

ف۴۰: یعنی صحیح عقل اؤ انسانی فطرت خو دا ګواهی ورکوی چې الله یو دے اؤ دَ شرک رد کوی ۔ نو آیا دَ دوی سره بل څهٔ داسې دلیل یا سند شته چې دَ هغې نه دا ثابتیږی چې دَ الله سره نور شریکان هم شته؟ (نعوذ بالله) کهٔ څهٔ دلیل اؤ سند ورسره نشته نو بیا دوی ولې دَ فطرت خلاف روان دی؟

وَ اِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوْا بِهَا١ؕ وَ اِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ اِذَا هُمْ یَقْنَطُوْنَ۝۳۶

ترجمه: اؤ کله چې وڅکو مونږ پهٔ دوی خپله مهربانی ، نو خوشحاله شی ، اؤ کهٔ راشی پرې څهٔ سختی ، پهٔ خپلو لاسو دَ استولی شویو کارونو پهٔ وجه ، نو نا امیده شی۔ ف۴۱

ف۴۱: یعنی دَ دې خلقو حالت هم عجیبه دے ۔ کهٔ دَ الله پهٔ فضل پهٔ آرام و راحت کښې وی نو داسې کبرژن اؤ مغرور شی چې خپل محسن (چا چې دا نعمتونه ورکړی دی) بالکل هېر کړی اؤ پهٔ ګډو وډو سر شی ۔ اؤ کهٔ څهٔ وخت دَ خپلو غلطو چارو پهٔ سبب ورباندې الله تعالیٰ څهٔ سخته راولی اؤ لږه زورنه ورکړی نو بیا بالکل داسې نا امیده شی چې لکه دَ دې سختې لرې کېدو هډو څهٔ لاره نهٔ وی ۔ دَ مسلمان حال دَ دې نه خلاف دے ۔ هغه دَ آرام اؤ راحت پهٔ وخت کښې کبر اؤ لوئی نهٔ کوی ۔ خپل حقیقی مالک اؤ محسن هر وخت یاد لری اؤ دَ هغهٔ دَ نعمتونو شکر ادا کوی اؤ کهٔ چرته پرې څهٔ سخته راشی نو نا امیده کیږی نه بلکې هغه سخته ښهٔ پهٔ صبر اؤ استقامت برداشت کوی اؤ دَ خپل رب نه امداد غواړی اؤ دا طمع لری چې الله تعالیٰ به خپل فضل وکړی ۔ هر څومره سخته چې وی اؤ ظاهری اسباب کهٔ هر څومره مخالف وی ، مسلمان دَ الله دَ فضل نه هېچرې نهٔ مایوس کیږی ۔ دَ هغهٔ دا پوره یقین وی چې دَ الله پهٔ فضل به دا هر څهٔ سم سم شی اؤ دا سخته به ختمه شی ۔

تنبیه: پهٔ وړومبنی آیت کښې دی چې خلق پهٔ سخته کښې الله ته سوالونه کوی اؤ پهٔ دې آیت کښې دی چې دَ سختې پهٔ وخت کښې نا امیده شی اؤ همت ېٔ ختم شی ۔ پهٔ دواړو کښې څهٔ اختلاف نشته ۔ (۱) هغه ابتدائی حالت دے اؤ دا وروستے کله چې سخته لږه وږده شی (۲) یا دَ ځنو خلقو هغه حالت وی اؤ دَ ځنو دا ۔ والله اعلم۔

اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یَقْدِرُ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۝۳۷

ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی چې الله فراخه کوی روزی چا له وغواړی ، اؤ پهٔ اندازه ورکوی، اؤ بېشکه پهٔ دې کښې نښې دی هغه خلقو دپاره چې یقین کوی ۔ ف۴۲

ف۴۲: یعنی دَ ایمان اؤ یقین والا کسان (مؤمنان) پهٔ دې پوهیږی چې دَ دنیا سخته اؤ نرمه اؤ خفګان اؤ خوشحالی یا دَ روزیٔ تنګی اؤ فراخی ټول دَ ربّ العالمین پهٔ اختیار کښې دی نو هغه چې پهٔ بنده هر څنګه حالت راوستل مناسب وګڼی بنده ته پهٔ هغې شکر اؤ پهٔ قضا باندې رضا پکار ده ۔

مسلمان دَ راحتې پهٔ وخت کښې شکر ادا کوی اؤ دَ دې نه ویریږی چې چرته دا نعمتونه رانه وانخلی اؤ دَ سختې پهٔ وخت کښې صبر کوی اؤ دا طمع لری چې الله به راباندې فضل وکړی (دَ مؤمن ژوند دَ خوف اؤ رجا ترمینځه دے)

فَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَ الْمِسْكِیْنَ وَ ابْنَ السَّبِیْلِ١ؕ ذٰلِكَ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ١٘ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۝۳۸

ترجمه: نو تهٔ ورکوه خپلوانو ته دَ هغوی حق اؤ محتاجو ته اؤ مسافرو ته ۔ دا بهتره ده دَ هغه چا دپاره چې غواړی دَ الله رضا ۔ اؤ هم دغه کسان کامیاب دی ۔ ف۴۳

ف۴۳: هر کله چې دا ثابته شوه چې حقیقی مالک اؤ مختار الله تعالیٰ دے اؤ دَ دنیا ټول نعمتونه دَ هغهٔ فضل اؤ عطا ده نو څوک چې دَ الله رضا حاصلؤل غواړی هغهٔ ته پکار دی چې دَ الله پهٔ ورکړی نعمتونو کښې دَ الله نور بندیان هم شریک کړی ۔ دَ رب ورکړے مال دَ هغهٔ دَ رضا دپاره ولګوی ۔ دَ مسافرو ، محتاجو اؤ بې وسه خپلو خپلوانو امداد اؤ خبرګیری وکړی اؤ دَ خپلې مرتبې موافق دَ ټولو خپلوانو حق ادا کړی ۔ هم دغه شان کسان په دنیا اؤ آخرت دواړو کښې کامیاب وی ۔

وَ مَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَاۡ فِیْۤ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ١ۚ وَ مَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ۝۳۹

ترجمه: اؤ کوم مالونه چې تاسو ورکویٔ پهٔ سود پهٔ دې غرض چې زیات شی دَ خلقو پهٔ مالونو کښې ۔ نو دا نهٔ زیاتیږی دَ الله سره ۔ اؤ کوم مال دَ زکوٰة چې تاسو ورکویٔ دَ الله دَ رضا حاصلؤلو دپاره ۔ نو دا هغه مال دے چې دوچند کیږی۔ ف۴۴

ف۴۴: یعنی پهٔ سود کښې خو پهٔ ظاهره مال زیاتیږی لېکن پهٔ حقیقت کښې کمیږی ۔ لکه چې یو بنده دَ څهٔ بیماریٔ پهٔ وجه وپړسیږی اؤ پهٔ ظاهره غټ ښکاری خو لاسونو ښپو کښې ېٔ دم نهٔ وی اؤ څهٔ کار کسب نهٔ شی کؤلے آخر ېٔ ساه وخیژی ۔ دغه شان دَ مال زکوٰة ورکؤل پهٔ ظاهره خو دَ مال کمېدل ښکاری لېکن پهٔ حقیقت کښې دا دَ مال زیاتے دے ۔ لکه دَ ناجوړتیا پړسیدلے مریض چې پهٔ داروګانو ورو ورو نرے کړی نو پهٔ ظاهره خو داسې ښکاری لکه چې کمزورے شو ۔ پکښې دَ هغهٔ مرض ختم شی اؤ بدن ته ېٔ طاقت راشی اؤ آخر روغ جوړ تکړه ځوان شی ، دغه حال دَ سود اؤ زکوٰة هم دے ۔ یَمْحَقُ اللهُ الرِّبٰوا وَ یُرْبی الصَّدَقَاتِ (ختموی الله تعالیٰ سود (برکت) اؤ زیاتوی دَ خیرات (برکت)) ۔ یو حدیث شریف دے چې یو مسلمان کهٔ خالص دَ الله دَ رضا دپاره یوه قجوره خیرات کړی نو دا قجوره الله تعالیٰ دومره غټه کړی چې دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ غرهٔ هومره غټه ښکاری ۔

تنبیه: ځنو مفسرانو پهٔ دې آیت کښې دَ ربا تفسیر سود نهٔ دے کړے بلکې دا مطلب ېٔ بیان کړے دے چې څوک دَ بل سره احسان کوی پهٔ دې خیال چې دې به راسره دَ دې نه زیات احسان وکړی نو دَ دې احسان دَ الله سره څهٔ قدر نشته (ځکه چې دا دَ الله دَ رضا دپاره نهٔ دے شوے دَ خپلې فائدې پهٔ خیال شوے دے) نو دَ دې اجر و ثواب دَ الله سره نشته (اګرچې مباح دے حرام نهٔ دے) لېکن پېغمبر علیه السّلام ته پهٔ دې طریقه احسان حرام وو لکه چې رسولﷺ ته دَ الله حکم دے ”وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِر“ (دَ چا سره داسې احسان مهٔ کوه چې غرض دې زیاتے وی) (یعنی چې دې به راسره دَ دې نه زیات احسان وکړی)

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ١ؕ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّفْعَلُ مِنْ ذٰلِكُمْ مِّنْ شَیْءٍ١ؕ سُبْحٰنَهٗ وَ تَعٰلٰى عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۠۝۴۰

ترجمه: الله هغه دے چې تاسو ېٔ پیدا کړی ییٔ ، بیا روزی درکوی ، بیا مو مړهٔ کوی ، بیا مو دوباره ژوندی کوی ۔ نو آیا شته ستاسو پهٔ شریکانو کښې څوک چې پهٔ دې کارونو کښې یو کار کؤلے شی؟ الله پاک دے اؤ وچت دے دَ هغه څهٔ نه چې دوی ېٔ ورسره شریکوی ۔ ف۴۵

ف۴۵: یعنی مرګ ، ژوند اؤ روزی ورکؤل خو دَ الله پهٔ قبضه کښې دی نو نور شریکان ېٔ دَ کوم ځایه دَ خداییٔ حقدار شو؟ (نورو شریکانو ته ېٔ دَ خداییٔ کار څهٔ پاتې شو؟

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۴۱

ترجمه: خور شو فساد پهٔ خشکه اؤ دریاب کښې دَ خلقو دَ لاسو دَ ګټې پهٔ وجه ۔ ښیٔل پکار دی دوی ته څهٔ خوند دَ خپلو عملونو ۔ شاید چې دوی را وګرځی ۔ ف۴۶

ف۴۶: خلقو فطری دین پرېښو نو دَ دوی دَ دې ناکاره عمل پهٔ وجه پهٔ دنیا کښې زور ظلم اؤ کفر خور شو ۔ نهٔ پهٔ وچه امن پاتې شو نهٔ پهٔ دریاب کښې ۔ هر طرف ته پهٔ ټوله دنیا کښې جنګ جدل اؤ شور فساد دَ دې پهٔ وچه هم جنګونه دی اؤ پهٔ دریاب کښې هم سمندری جهازونه لوټلے شی اؤ مرګ ژوبله پکښې کیږی ۔ دا ټول ځکه چې الله تعالیٰ دا غواړی چې بندیانو ته دَ خپل بد عمل څهٔ لږ ډېر خوند پهٔ دې دنیا کښې وښئی ۔ پوره بدله خو به پهٔ آخرت کښې درکؤلے شی خو څهٔ نمونه ېٔ ورته دلته دې دپاره ښئی کهٔ څوک ترې سبق واخلی اؤ سمې لارې ته راواؤړی ۔

تنبیه: دَ بندیانو دَ نافرمانو پهٔ وجه پهٔ خشکه اؤ پهٔ سمندر کښې فساد خو همېشه جوړ وی اؤ جوړیږی خو کومه خطرناکه بد امنی اؤ خوفناک فسادونه چې دَ جهالت اؤ بدعملو پهٔ وجه دَ رسول اللهﷺ دَ بعثت پهٔ وخت پهٔ دنیا خوارهٔ وو دَ هغې مثال دَ دنیا پهٔ تاریخ کښې نهٔ شی موندې ۔ دَ یورپ تاریخدانانو چې دَ دغې زمانې دَ خراب حالت کوم تفصیلات معلوم کړی دی دَ هغې نه دا اندازه پهٔ آسانه لګېدے شی چې دَ قرآن دَ دې مشهور اؤ معروف صداقت نه غیر مسلم هم انکار نهٔ شی کؤلے ۔

شاید چې دَ دغې عام فساد پهٔ وجه حضرت قتادهؓ دَ دې آیت محل دَ اسلام نه مخکښې زمانه (دَ جاهلیت زمانه) مقرر کړے ده ۔

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلُ١ؕ كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِیْنَ۝۴۲

ترجمه: ووایه وګرځیٔ پهٔ ملک کښې ، نو وګوریٔ چې څهٔ شو انجام دَ هغه قومونو چې تاسو نه مخکښې وو؟ دوی کښې اکثر مشرکان وو ۔ ف۴۷

ف۴۷: یعنی اکثر قومونه خو دَ شرک پهٔ وجه تباه شوی دی ۔ پهٔ ځنو قومونو به شاید چې دَ بل څهٔ ګناه پهٔ وجه هم تباهی راغلے وی ۔

فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ یَوْمَىِٕذٍ یَّصَّدَّعُوْنَ۝۴۳

ترجمه: تهٔ نېغ کړه خپل مخ سمې لارې ته ، ف۴۸ مخکښې دَ دې نه چې راشی داسې ورځ چې واپس کېدل ېٔ نشته ، دَ الله له طرفه، ف۴۹ پهٔ دغه ورځ به ټول خلق جدا جدا وی ۔ ف۵۰

ف۴۸: یعنی پهٔ ټوله دنیا کښې فساد خور دے نو تهٔ پهٔ صحیح فطری دین ټینګ ودرېږه ۔ دَ ټولو خرابو هم دغه یو علاج دے ۔

ف۴۹: یعنی دَ الله دَ طرف نه دَ دغې ورځې راتلهٔ فیصله شوی دی ۔ دغه فیصله هېڅ طاقت نهٔ شی بدلؤلے اؤ نهٔ ېٔ الله تعالیٰ خپله بدلوی ۔

ف۵۰: یعنی نیکان به جنّت ته لاړ شی اؤ بدان دوزخ ته ۔ ”فَرِیْقٌ فِی الْجَنَّةِ وَ فَرِیْقٌ فِی السَّعِیْر“۔

شاه صاحبؒ دا آیت دَ دنیا پهٔ حالت اچؤلے لیکی ۔ یعنی دین به غالب شی نو دَ الله نیک بندیان به جدا شی اؤ مجرمان به جدا ۔

مَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ١ۚ وَ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِاَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُوْنَۙ۝۴۴

ترجمه: څوک چې کافر شو نو پهٔ هغهٔ به ورپرې وزی دَ هغهٔ کفر ، ف۵۱ اؤ چا چې نیک کارونه وکړل نو خپل ځان دپاره ېٔ لار هواره کړه ۔ ف۵۲

ف۵۱: یعنی دَ انکار نقصان هم هغهٔ ته رسی ۔

ف۵۲: یعنی دَ جنّت دَ نعمتونو اؤ آرام و راحت دپاره تیارې کوی ۔

لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصَّلِحٰتِ مِنْ فَضْلِهٖ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ۝۴۵

ترجمه: چې بدله ورکړی الله هغه کسانو ته چې یقین ېٔ کړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی ، ف۵۳ پهٔ خپل فضل بېشکه دَ الله خوښ نهٔ دی کافران ۔ ف۵۴

ف۵۳: یعنی جنّت خالص دَ الله پهٔ فضل ګټلې شی (چې دَ الله فضل نهٔ وی نو خالص پهٔ خپل کوشش جنت ګټل ګران دی)

ف۵۴: اؤ څوک چې دَ خپل مالک ناخوښه وی دَ هغهٔ ځائې چرته دے؟

وَ مِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ یُّرْسِلَ الرِّیَاحَ مُبَشِّرٰتٍ وَّ لِیُذِیْقَكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَ لِتَجْرِیَ الْفُلْكُ بِاَمْرِهٖ وَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۴۶

ترجمه: اؤ دَ الله یوه نښه (دَ قدرت) دا ده چې چلوی هواګانې زیری را وړونکی ، اؤ چې خوند وښیٔ تاسو ته دَ خپل فضل ۔ ف۵۵ اؤ چې روانې شی کشتۍ دَ هغهٔ پهٔ حکم ف۵۶ اؤ چې تاسو لټون وکړیٔ دَ هغهٔ دَ فضل ، اؤ چې تاسو دَ هغهٔ حق ومنیٔ ۔ ف۵۷

ف۵۵: یعنی اول پخې هواګانې دَ الله دَ رحمت زیرې راوړی بیا دَ رحمت باران ووریږی (اؤ مړه زمکه ژوندیٔ شی)

ف۵۶: یعنی بادبانی جهازونه اؤ کشتۍ خو خالصې دَ هوا پهٔ امداد چلیږی اؤ مشینی کشتیانو اؤ جهازونو ته هم موافقه هوا ډېر امداد ورکوی۔

ف۵۷: یعنی دَ کشتیو اؤ جهازونو پهٔ ذریعه دَ تجارت مال پهٔ سمندر کښې دَ یو ملک نه بل ملک ته وړیٔ اؤ دَ الله پهٔ فضل ورکښې ښهٔ ګټه کویٔ نو پهٔ دې نعمتونو دَ خپل رب شکریه ادا کړیٔ ۔

تنبیه: اول پهٔ زمکه اؤ پهٔ سمندر کښې دَ خرابیٔ اؤ فساد ذکر وشو بیا دَ هغې پهٔ مقابله کښې دَ الله نعمتونه بیان شو ۔ پهٔ دې کښې دې ته اشاره ده چې مایوسه کیږیٔ مه ۔ دَ دې شر اؤ فساد پهٔ زمانه کښې اوس دَ الله دَ رحمت یخې هواګانې رالوتې دی ۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل و کرم دَ خپل محبوب آخری پېغمرﷺ پهٔ برکت پهٔ دنیا خپل رحمت وروی ۔ تاسو ته پکار دی چې دَ الله دَ فضل شکریه ادا کړیٔ دَ کفر اؤ شرک دَ شرارت نه توبه وباسیٔ چې ملک پهٔ آرام شی ۔ هر طرف ته امن و امان شی ۔

وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا اِلٰى قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا١ؕ وَ كَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِیْنَ۝۴۷

ترجمه: اؤ بېشکه ستا نه مخکښې مونږ راستؤلی دی رسولان خپلو خپلو قومونو ته ، نو راوړې هغوی خپلو قومونو ته څرګندې نښانې ، بیا مونږ بدله واخسته دَ هغه کسانو نه چې ګناهګار وو ۔ اؤ حق دے پهٔ مونږ مدد کؤل دَ ایمادارو ۔ ف۵۸

ف۵۸: وړومبے وئیلی شوی وو چې منکران اؤ تابعدار به جدا جدا کړې شی ۔ منکرانو ته به دَ خپل بد عمل سزا ورکؤلے شی اؤ تابعدارو ته انعام اؤ عزت، اوس فرمائی چې دَ آخرت هغه معامله خو جدا ده ۔ هغه خو یقینی ده لېکن پهٔ دنیا کښې به هم دَ هغې یوه نمونه درته څرګنده شی ۔ دَ الله تعالیٰ عادت دے چې پهٔ دنیا کښې هم دَ خپلو تابعدارو بندیانو امداد کوی اؤ منکرانو ته سزا ورکوی۔ نو اوس به هم الله تعالیٰ مؤمنانو سره امداد وکړی اؤ پهٔ خپل فضل به پهٔ کافرو غلبه ورکړی ۔ تر دا مینځه دَ یخو هواګانو ذکر دې دپاره راغلو چې څنګه هواګانې دَ باران زېرے اؤ دَ رحمت دَ باران ورېدو علامه وی ، دغه شان دَ حق دین دَ غالب کېدو دَ اسلام دَ نور خورېدو علامې هم څرګندې شوی دی ۔ نو مشرکانو ته پکار دی چې ځان دَ دنیا اؤ آخرت دَ رسواییٔ اؤ عذاب نه خلاص کړی اؤ ایمان قبول کړی ۔

اَللّٰهُ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَیَبْسُطُهٗ فِی السَّمَآءِ كَیْفَ یَشَآءُ وَ یَجْعَلُهٗ كِسَفًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ١ۚ فَاِذَاۤ اَصَابَ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَۚ۝۴۸

ترجمه: الله هغه دے چې چلوی هواګانې ، بیا راپورته کوی وریځې ، بیا ېٔ خورې کړی پهٔ آسمانونو کښې څنګه چې ېٔ وغواړی ۔ ف۵۹ بیا ېٔ کیږدی یو بل دپاسه نو تهٔ وینې چې باران را ووځی دَ هغې ترمینځه ۔ نو کله چې ورسوی خپلو بندیانو ته دا باران چا ته چې وغواړی ۔ نو هغوی خوشحالیٔ شروع کړی۔ ف۶۰

ف۵۹: یعنی څنګه ېٔ چې زړهٔ غواړی اول پهٔ یو ملک اؤ پهٔ یو قوم اؤ بیا چې څهٔ وخت اؤ څنګه مناسب ګڼی پهٔ بل ملک اؤ بل قوم دَ رحمت باران وروی ۔ نو څنګه چې وریځې پهٔ خپله مرضا خوروی دغه شان دین هم خوروی اؤ دا دَ اسلام دَ خورېدو وخت دے ۔

ف۶۰: هم دغه شان کوم خلق چې دَ روحانی باران اؤ دَ ایمان دَ رڼا نه فائده واخلی هغوی به خوشحالیٔ کوی ۔

وَ اِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمُبْلِسِیْنَ۝۴۹

ترجمه: اؤ بېشکه وو دوی دَ اول نه دَ باران کېدو نه مخکښې نا امیده ، ف۶۱

ف۶۱: یعنی دَ رحمت دَ باران دَ خورېدو نه لږ مخکښې خلق دَ سوکړې دَ لاسه تنګ وو اؤ دَ الله دَ رحمت نه مایوسه شوی وو دَ باران هېڅ طمع ېٔ نهٔ وه ۔ اؤ اوس خوشحالیٔ کویٔ ۔ بنیادم هم عجیبه دے پهٔ لږ ساعت کښې داسې نا امیده شی چې لاس ښپې وغزوی اؤ پهٔ ساعت کښې دَ خوشحالیٔ نه پهٔ ټوپونو وی پهٔ جامو کښې نه ځائیږی ۔

فَانْظُرْ اِلٰۤی اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَیْفَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْیِ الْمَوْتٰى١ۚ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۝۵۰

ترجمه: نو وګوره دَ الله دَ مهربانیٔ نښې ، چې څنګه ژوندیٔ کوی زمکه دَ هغې دَ مرګ نه پس، ف۶۲ بېشکه هم دغه (الله) دے دَ مړیو ژوندے کؤنکے، اؤ هم هغه هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۶۳

ف۶۲: یعنی لږ ساعت مخکښې هر طرف ته ګرد و غبار الوتو ۔ زمکه وچه کړسه اؤ بې رونقه پرته وه چرته دَ شینکی نوم نهٔ وهٔ ۔ ناڅاپهٔ دَ الله پهٔ فضل باران وورېدو اؤ مړه زمکه دوباره ژوندیٔ شوه ۔ هر طرف ته ېٔ شینکی راپورته کړل ۔

دغه حال دَ روحانی بارانِ رحمت هم دے چې دَ خلقو مړهٔ زړونه ورباندې ژوندی شی اؤ پهٔ دنیا کښې چې هر طرف ته دَ زور ظلم اؤ کفر و شرک ګرد و غبار خور دے ۔ دَ الله پهٔ روحانی بارانِ رحمت به دا ګرد و غبار ورک شی ۔ دَ مخلوق مړهٔ زړونه به ژوندی شی اؤ هر طرف ته به امن و امان اؤ دَ مینې محبّت زور شی ۔ دَ بنیادمو پهٔ زړونو کښې چې دَ سړیتوب کوم استعداد دَ کفر و شرک پهٔ ګرد و غبار کښې پټ شوے وهٔ ۔ پهٔ بارانِ رحمت به هغه راڅرګند شی۔ (نو دَ رحمة للعالمین پهٔ برکت الله تعالیٰ دنیا باندې دَ خپل رحم وکرم باران وورؤلو، اؤ پهٔ دنیا کښې امن و امان اؤ دَ مینې محبّت دور دوره شوه ۔ دَ اسلامی عدل و انصاف پهٔ برکت زور ظلم ختم شو اؤ دَ کفر تیرې خورې شوې)

ف۶۳: یعنی دلته به مړهٔ روحونه دَ ایمان پهٔ نور ژوندی کړی اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به مړهٔ بدنونه دوباره ژوندی کړی ۔ الله تعالیٰ ته هېڅ کار هم ګران نهٔ دے ۔ پهٔ هر څهٔ قادر دے اؤ هر څهٔ کؤلے شی ۔

وَ لَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْۢ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ۝۵۱

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ را واستوؤ یوه هوا بیا چې ووینی چې فصل زیړ شو ، نو لګیا شی دَ دې نه پس ناشکری شروع کړی ۔ ف۶۴

ف۶۴: یعنی اول خو دَ باران نه مایوسه وو ۔ باران وشو ، مړه زمکه ژوندیٔ شوه نو پهٔ خوشحالیو سر شو ۔ اوس کهٔ مونږ بیا داسې هوا را والوځوو چې دا شنهٔ فصلونه زیړ کړی وچ شی نو دا خلق به سمدستی دَ الله هغه احسان هیر کړی اؤ بد دله به شی (بیا به ژړا فریاد شروع کړی) غرض دا چې دَ دوی غم اؤ خوشحالی ټوله دَ دنیا تر فائدې پورې ده ۔ (دَ آخرت ورسره هم غم نشته)

تنبیه: پهٔ دې آیت کښې دې طرف ته اشاره ده چې بنده دې دَ الله پهٔ فضل اؤ مهربانیٔ غاوره کیږی نه هر وخت دې پهٔ زړهٔ کښې دَ الله ویره ساتی ۔ دَ الله تعالیٰ قدرتونه اؤ حکمتونه وسیع دی ۔ هېڅ پته نهٔ لګی چې څهٔ وخت ورکړے نعمت دَ بنده نه بیا واخلی اؤ شاید چې دې طرف ته هم اشاره وی چې دَ اسلام دا فصل چې اوس داسې سرسبز و شاداب دے ، پهٔ دې به مخالف هوا هم راځی اؤ زیړیږی به نو پهٔ داسې وخت کښې دَ الله دَ رحم نه مایوس کېدل نهٔ دی پکار ۔ الله تعالیٰ بیا هم طاقت ورکؤلے شی ۔

فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَ لَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ۝۵۲

ترجمه: نو تهٔ نهٔ شې اورؤلے مړیو ته ، اؤ نهٔ اورؤلے شې کڼو ته آوازونه ، کله چې پهٔ شاه واؤړی ۔

وَ مَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ١ؕ اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ۠۝۵۳

ترجمه: اؤ تهٔ نهٔ شې پهٔ لار راړؤلے ړاندهٔ دَ هغوی دَ خطا کېدو نه پس ، تهٔ خو اورؤلے شې صرف هغه چا ته چې یقین کوی زمونږ پهٔ خبرو ، نو هم هغوی مسلمانیږی ۔ ف۶۵

ف۶۵: یعنی الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے، مړی هم ژوندی کؤلے شی خو ستا طاقت نشته چې مړیو ته خپله خبره واوروې ۔ یا ګڼو ته اؤ نهٔ ړندو ته لار ښیٔلے شې اؤ بیا پهٔ داسې حالت کښې چې دَ هغوی دَ لیدو اؤ اورېدو نیت هم نشته ۔ نو تهٔ دَ دوی پهٔ انکار اؤ بې توجهیٔ زړهٔ مهٔ خفه کوه ، ستا ذمه واری خو صرف تبلیغ کؤل اؤ دَ الله کلام اورؤل دی ۔ کهٔ دا بدبخت ېٔ نهٔ اوری اؤ نهٔ ېٔ منی نو دا ستا ذمه واری نهٔ ده ، تا خپله غاړه خلاصه کړه ، مخکښې دَ الله اختیار دے چې چا ته دَ اورېدو توفیق ورکوی اؤ چا ته نهٔ ورکوی ۔ ستا خبرې خو صرف هغه کسان اورېدې شی څوک چې زمونږ پهٔ خبرو یقین کوی اؤ دَ منلو اؤ اورېدو خوی وی پکښې (یعنی چا ته چې الله تعالیٰ توفیق ورکړی) دَ دې قسم یو آیت پهٔ سورتِ نحل کښې هم تېر شوے دے دَ هغې پهٔ فوائدو هم یو نظر واچویٔ ۔ مفسرینو پهٔ دې موقع دَ ”سماعِ موتٰی“ (دَ مړیو دَ خبرو اورېدو) بحث چېړلے دے ۔ پهٔ دې مسئله کښې دَ اصحابو دَ زمانې راسې دَ عالمانو اختلاف دے ۔ اؤ دواړه طرف ته دَ قرآن آیتونه اؤ حدیثونه پهٔ دلیل کښې پیش کؤلے شی ۔ لېکن دلته پهٔ یوه خبره ځان پوهه کؤل ضروری دی ۔ هغه دا چې پهٔ دنیا کښې هېڅ کار هم دَ الله تعالیٰ دَ مشیت اؤ ارادې نه بغیر نهٔ شی کېدے ۔ لېکن بنیادم چې کوم کار دَ عام عادت مطابق دَ عامو مروّجو اسبابو پهٔ بنا پهٔ خپل اختیار وکړی دَ هغې نسبت بنده ته کیږی اګرچې کارونه دواړه دَ الله تعالیٰ پهٔ مشیت اؤ اراده کیږی لکه یو سړی بل سړے پهٔ ګولۍ وویشتو، دې ته به دَ دې ویشتونکی کار وئیلی شی چې قتل ېٔ وکړو ۔ اؤ کهٔ پهٔ یو موټی شګو ویشتو باندې یو لښکر تباه شی نو دې ته به وایو چې الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت تباه کړو ۔ سره دَ دې چې پهٔ ګولۍ مرګ هم دَ الله تعالیٰ پهٔ قدرت کیږی ۔ کهٔ دَ الله رضا اؤ اراده نهٔ وی نو ګولۍ هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔ قرآن کریم کښې بل ځائې ارشاد دے:

فَلَمْ تَقْتُلُوْهُمْ وَ لٰکِنَّا اللهَ قَتَلَهُمْ وَ مَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَ لٰکِنَّ اللهَ رَمٰی ۔ (سورتِ انفال ، رکوع۲)

(پهٔ جنګِ بدر کښې تاسو کافران نهٔ دی قتل کړی بلکې الله قتل کړی دی اؤ تا موټے شګې نهٔ دی ویشتی بلکې الله ویشتی دی) دا واقعه چونکې دَ عام عادت خلاف شوے وه ځکه دَ دې نسبت الله تعالیٰ ځان ته وکړو ۔ بالکل هم دغه شان نفی دلته ”اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی“ کښې هم ده ۔ یعنی ستا دا قدرت نشته چې مړی ته آواز وکړې اؤ هغه ېٔ واؤری ځکه چې دا کار دَ عام عادت نه خلاف دے البته کهٔ پهٔ ځنې وخت کښې الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت دَ ظاهری اسبابو خلاف ستا آواز مړی ته اوروی نو هغه هر څهٔ کؤلے شی ۔ نو اوس پهٔ کوم ځائې کښې چې پهٔ صحیح دلیل سره دَ مړیو دَ خبرو اورېدو ثبوت پیدا شی نو هغه خو صحیح ده ۔ صرف پهٔ هغه موقع ېٔ هر مسلمان ته منل ضروری دی ، لېکن نورې موقعې پهٔ دې باندې قیاس کېدے نه شی (ځکه چې دا یو خلافِ عادت کار دے نو پهٔ خپله موقع پورې خاص دے) بهرحال پهٔ دې آیت کښې دَ اِسماع نفی ده ، دَ مطلق سِماع نفی نهٔ ده ۔ (دَ اورؤلو نفی ده دَ اورېدو نفی نهٔ ده) یعنی تهٔ ېٔ ورته پهٔ خپل اختیار نهٔ شې اورؤلے ۔ البته کهٔ الله تعالیٰ ورته اوروی نو هغوی ېٔ اورېدے شی ۔ والله اعلم ۔

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْۢ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْۢ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّ شَیْبَةً١ؕ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ١ۚ وَ هُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ۝۵۴

ترجمه: الله هغه ذات دے چا چې جوړ کړی تاسو دَ کمزوریٔ نه ، بیا ېٔ درکړو دَ کمزوریٔ نه پس طاقت ، بیا به درکړی پس دَ طاقت نه کمزوری اؤ سپین ویښتهٔ ۔ پیدا کوی الله څهٔ چې وغواړی اؤ هم هغه دے پهٔ هر څهٔ خبر هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۶۶

ف۶۶: یعنی وړوکے چې پیدا شی نو ډېر کمزورے اؤ بې طاقته وی ، هېڅ نهٔ شی کؤلے ۔ بیا ورو ورو تکړه کیږی تر دې چې ځوان شی اؤ پوره طاقت ته ورسی ۔ بیا چې عمر اوړی نو ورو ورو کمزوری راځی تر دې چې دَ یو بوډاوالی اخری حد ته ورسی نو بیا دَ وړوکی پهٔ شان کمزورے اؤ بې طاقته شی ۔ دَ کمزوریٔ اؤ طاقت دا ټول زیاتے کمے دَ الله پهٔ اختیار کښې دے هغه چې څنګه غواړی هغه شان شے پیدا کوی اؤ څنګه چې مناسب ګڼی پهٔ څیز باندې دَ کمزوریٔ اؤ طاقت اؤ دَ طاقت نه پس بیا دَ کمزوریٔ حالتونه راولی اؤ هغه ښهٔ پوهیږی چې کوم څیز ته پهٔ کوم وخت کښې څومره طاقت ورکؤل مناسب دی نو پکار دی چې دَ هغه الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ خبرو ته غوږ کېږدیٔ ۔ پهٔ دې کښې هم اشاره ده چې څنګه تاسو وړوکوالی کښې کمزوری ویٔ بیا الله طاقت درکړو ۔ دغه شان دا دین هم اوس کمزورے ښکاری ، دَ دې هم دَ ځوانیٔ ورځې را روانې دی ، الله تعالیٰ به ورته زور طاقت ورکړی اؤ ستاسو دَ ځوانیٔ اؤ طاقت زور پهٔ ختمېدو دے پهٔ تاسو به کمزوری راځی اؤ دَ اسلام دَ ځوانیٔ اؤ طاقت نه پس هم کېدے شی چې یو وخت ورباندې دَ کمزوریٔ راشی ۔ نو یاد لریٔ چې الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ قادر دے ، هغه هر وخت کمزوری ته طاقت ورکؤلے شی اؤ طاقتور کمزورے کؤلے شی (اؤ پهٔ دې الله تعالیٰ ښهٔ پوهیږی چې کوم وخت ورته طاقت مناسب دے اؤ کوم وخت کمزوری) البته دَ دې دپاره څهٔ ظاهری اسباب هم وی (نو دَ کمزوریٔ دَ اسبابو نه مسلمان ته ځان ساتل پکار دی) والله اعلم ۔

وَ یَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ١ۙ۬ مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ١ؕ كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ۝۵۵

ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به قائم شی قیامت ، قسمونه به خوری ګناهګار ۔ چې مونږ نهٔ وو وسیدلی دَ یو ساعت نه زیات، ف۶۷ هم دغه شان وو دوی اپوټه روان۔ ف۶۸

ف۶۷: یعنی دَ قبر زمانه یا دَ دنیا ژوند به ورته ډېر لږ ښکاره شی ۔ کله چې دَ آخرت سختې ووینی نو چغې به وهی چې افسوس دَ دنیا ژوند یا دَ برزخ ورځې خو ډېرې ژر ختمې شوې ۔ مونږ ته هېڅ مهلت رانهٔ کړې شو ۔ داسې سمدستی راباندې عذاب راغلو ۔ یا الله څهٔ مهلت خو به دې راکړے وهٔ پهٔ برزخ کښې به څهٔ موده خو به دَ دې عذاب نه بچ شوی وو یا به دې پهٔ دنیا کښې لږ ژوند نور راکړے وهٔ چې دَ آخرت تیارې مو کړے وې ۔ تا خو داسې سمدستی دَ دنیا نه پورته کړو چې هېڅ رانه جوړه نهٔ شوه ۔

ف۶۸: یعنی څنګه چې به ېٔ دا دنیا غلطه وی دغه شان پهٔ دنیا کښې هم دوی پهٔ غلطیو سر دی اؤ اپوټه خبرې کوی ۔

وَ قَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَ الْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ١٘ فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَ لٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ۝۵۶

ترجمه: اؤ وائی به هغه کسان چې پوهه اؤ یقین ورکړې شوے دے ، ستاسو استوګه ده دَ الله پهٔ کتاب کښې دَ راپورته کېدو تر ورځې نو دغه ده دَ هغهٔ دَ راپورته کېدو ورځ ، لېکن تاسو ویٔ ناپوهه ۔ ف۶۹

ف۶۹: یعنی مؤمنان اؤ فرښتې به هغه وخت دَ دوی دَ دې وینا تردید وکړی چې تاسو دروغ واییٔ چې پهٔ دنیا یا پهٔ قبر کښې دَ یو ساعت نه زیات نهٔ ییٔ پاتی شوے ، تاسو ټهیک دَ الله دَ علم اؤ دَ لوحِ محفوظ دَ لیک موافق خپل پوره وخت پهٔ دنیا کښې تېر کړے دے اؤ پهٔ برزخ کښې هم ۔ اؤ قیامت دَ خپل صحیح وخت نه یو سیکنډ مخکښې هم نهٔ دے راغلے ۔ تاسو خو پهٔ دې ورځ یقین نهٔ کؤلو اؤ دا خبرې مو نهٔ منلې اوس ېٔ تماشه وکړیٔ ۔ کهٔ پهٔ دنیا کښې مو پرې یقین کړے وې اؤ ځان مو ورته تیار کړے وې نو دا سختې به درباندې ولې راتلې؟ کهٔ دَ وخته نه مو ورته ځان تیار کړے وې نو دَ دې ورځې دَ خوشحالیو پهٔ انتظار کښې به درباندې وخت ډېر ووږد شوے وهٔ ۔ بیا به مو داسې نهٔ وئیل چې قیامت خو ډېر ژر راغلو ۔

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَ لَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ۝۵۷

ترجمه: پهٔ دغه ورځ به څهٔ فائده نهٔ ورکوی ګناهګارو ته دَ دوی عذر پیش کؤل اؤ نهٔ به دَ دوی عذر قبلؤلے شی ۔ ف۷۰

ف۷۰: یعنی نهٔ به ورسره څهٔ معقول عذر وی چې دَ عذاب نه خلاص شی اؤ نهٔ به ورته دا وئیلی شی چې ښه اوس توبه وباسیٔ اؤ پهٔ عبادت اؤ فرمانبرداریٔ الله راضی کړیٔ ۔ ځکه چې دَ عمل وخت ختم شوے دے اوس خو به همېشه پهٔ عذاب کښې پراتهٔ ییٔ ۔

وَ لَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ١ؕ وَ لَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ۝۵۸

ترجمه: اؤ بېشکه مونږ بیان کړی خلقو ته پهٔ دې قرآن کښې هر قسم مثالونه ۔ اؤ کهٔ تهٔ پیش کړې دې خلقو ته یو آیت نو ضرور به وائی کافران چې تاسو ټول دروغ جوړویٔ ۔ ف۷۱

ف۷۱: یعنی پهٔ هغه وخت به ارمان کوی اؤ نن چې دَ عمل وخت دے اؤ قرآن ېٔ پهٔ قسم قسم طریقو اؤ عجیبه عجیبه مثالونو پوهه کؤل غواړی نو دوی ېٔ نهٔ اوری اؤ نهٔ دَ ځان پوهه کؤلو کوشش کوی ۔ هر څومره چې ورته صفا صفا بیان کیږی دوی ترې انکار کوی اؤ بس دغه وائی چې پېغمبران اؤ مسلمانان دا هر څهٔ دروغ جوړوی ۔ سازش ېٔ کړے دے ۔ یو کس څهٔ آیتونه واوروی اؤ بل ورباندې یقین وکړی ۔ یو کس څهٔ جادو پیش کړی اؤ نور ورباندې ایمان راوړی ۔ دغه شان ېٔ پهٔ شریکه دَ خلقو خطا کؤلو دپاره ټګی جوړه کړے ده ۔ اؤ پهٔ دې چل ول دا نوے مذهب خورؤل غواړی ۔

كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۵۹

ترجمه: هم دغه شان مهر لګوی الله دَ هغه خلقو پهٔ زړونو چې عقل نهٔ لری ۔ ف۷۲

ف۷۲: یعنی څوک چې نهٔ پوهیږی اؤ نهٔ دَ پوهېدو کوشش کوی بلکې دَ ضد اؤ دښمنیٔ پهٔ وجه دَ هرې رښتیا خبرې نه انکار کوی نو دغه شان ورو ورو دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ مهر ولګی ۔ اؤ زړهٔ ېٔ داسې کلک شی چې دَ حق قبلؤلو استعداد ېٔ ختم شی ۔

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّ لَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ۠۝۶۰

ترجمه: نو تهٔ پهٔ خپل ځائې کلک وسه ، بېشکه دَ الله وعده حقه ده ، چې دَ ځایه دې ونهٔ خوزؤلے شی هغه خلق چې یقین نهٔ کوی ۔ (دَ الله پهٔ آیتونو) ف۷۳

ف۷۳: یعنی چې دا بدبخته پهٔ ضد اؤ دښمنیٔ کښې دې حد ته ورسېدو نو تهٔ خفګان مهٔ کوه ، پهٔ صبر اؤ استقلال سره خپل دَ تبلیغ کار کوه ۔ الله تعالیٰ چې تا سره دَ کامیابیٔ اؤ امداد کومه وعده کړے ده هغه به ضرور پوره کیږی تهٔ خپل کوشش کوه ۔ بې یقینه خلق تا ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔ آخری کامیابی به دَ حق وی اؤ اسلام به غالب کیږی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الُقْمٰنَ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اَرْبَعٌ وَّ ثَلٰثُوْنَ اٰیَۃً وَّ اَرْبَعُ رُکُوْعَاتٍؔ ۔

ترجمه: سورتِ لقمان پهٔ مکه کښې نازل شوے ، پهٔ دې کښې څلور دیرش آیتونه اؤ څلور رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع پهٔ نامه دَ الله چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

الٓمّٓۚ۝۱

ترجمه: الف ۔ لام ۔ میم ۔

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِۙ۝۲

ترجمه: دا آیتونه دی دَ محکم کتاب ۔

هُدًی وَّ رَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِیْنَۙ۝۳

ترجمه: هدایت دے اؤ رحمت دے نیکی کؤنکیو دپاره ۔ ف۱

ف۱: دا کتاب خاص دَ نیکانو دپاره هدایت اؤ رحمت دے ۔ ځکه چې دَ دې نه پوره نفع هم هغه کسان اخستے شی څوک چې دَ دې پهٔ نصیحت اؤ احکامو عمل کوی ۔ ګنی هسې نصیحت اؤ هدایت خو دَ ټولو بنیادمو اؤ پېریانو دپاره دے ۔

الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ هُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَؕ۝۴

ترجمه: هغه (نیکان) چې قائم لری نمونځونه اؤ ورکوی زکوٰة اؤ دا هغه خلق دی چې پهٔ آخرت ېٔ پوخ یقین دے ۔

اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۝۵

ترجمه: هم دغه کسانو لار موندې خپل رب طرف ته ، اؤ هم دغه کسان دی چې مراد ته ورسېدل ،ف۲

ف۲: دَ سورتِ بقره پهٔ شروع کښې هم دغه شان آیتونه تېر شوی دی دَ هغې فوائد وګوریٔ ۔

وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْتَرِیْ لَهْوَ الْحَدِیْثِ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ١ۖۗ وَّ یَتَّخِذَهَا هُزُوًا١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ۝۶

ترجمه: اؤ ځنی خلق هغه دی چې خریدار دی دَ فضول خبرو چې ګمراه کړی خلق دَ الله دَ لارې نه بې پوهې ۔ اؤ جوړه کړی دَ دې خبرو نه ټوقه ۔ هم دغه شان کسان دی چې دوی دپاره دَ ذلّت عذاب دے ۔ ف۳

ف۳: دَ نیکانو اؤ مفلحینو پهٔ مقابله کښې اوس دَ هغه بدبختو ذکر دے چا چې دَ خپل جهالت اؤ بدبختیٔ پهٔ وجه ځانونه خپله تباه کړی دی ۔ دا بدبخته دَ قرآن کریم نصیحت ته غوږ نهٔ ږدی اؤ پهٔ خرافاتو ، دروغو ، لوبو اؤ نورو خوشیو کارونو پسې ګرځی اؤ نور خلق هم پهٔ دغه شان کارونو لګیا کوی چې دَ الله دین ته ېٔ مخه نهٔ شی ۔ اؤ څوک چې ورته دَ دین خبرې کوی نو دوی ورپورې ټوقې مسخرې شروع کړی ۔ حضرت حسنؒ دَ لهوالحدیث پهٔ تفسیر کښې وائی : کُلُّ مَا شَغَلَكَ عَنْ عِبَادَةِ اللهِ وَ ذِکْرِهٖ مِنَ السَّمَرِ وَالْاَضَاحِیْكِ وَالْخُرَافَاتِ وَالْغِنَاءِ وَ نَحْوِھَا (روح المعانی) ”یعنی لهوالحدیث هر هغه کار دے چې تا دَ عبادت اؤ دَ الله دَ یادو نه غافل کوی هغه فضول قصّې دی کهٔ ټوقې ټقالې کهٔ هسې بې فائدې خبرې کهٔ ټنګ ټکور یا نور داسې څیزونه ۔“ روایت دے چې نضر بن حارث چې دَ کافرانو سردار وهٔ دَ تجارت دپاره فارس ته تلو نو هلته به ېٔ دَ فارس دَ بادشاهانو تاریخی حالاتو اؤ نورو قصو کتابونه واخستل اؤ قریشو ته به ېٔ وئیل چې محّمدﷺ تاسو ته دَ عاد و ثمود قصې بیانوی راځیٔ چې زهٔ تاسو ته دَ رستم و اسفندیار اؤ دَ ایران دَ بادشاهانو قصې واورؤم ۔ نو ځنو خلقو ته به دې قصو خوند ورکؤلو اؤ ترېنه به چاپېره وو ۔ وائی چې هغهٔ یو سندر غاړې وینزه هم اخستې وه ۔ پهٔ چا چې به ېٔ شک راغلو چې اسلام ته اوړی نو هغه به ېٔ خپل ځائې ته بوتلو ۔ هغه وینزې ته به ېٔ ووې چې پهٔ دهٔ ښهٔ خوراکونه وخوروه ، شراب پرې وڅکوه اؤ سندرې اؤ ګډا ورته وکړه ۔ بیا به ېٔ هغه سړی ته ووې چې دا ښهٔ دے اؤ کهٔ هغه محمّدﷺ چې درته وائی چې نمونځونه کوه ، زکوٰة ورکوه اؤ ځان وژنه ۔ پهٔ دې واقعه کښې دا آیتونه نازل شو ۔

تنبیه: شانِ نزول کهٔ یوه خاصه واقعه وی لېکن حکم به دَ عمومی الفاظو پهٔ وجه عام وی کوم فضول کارونه چې بنده دَ اسلام نه بد دله کوی حرام بلکې کفر دے اؤ کوم څیزونه چې دَ بنده نه دَ شریعت پهٔ احکامو عمل پاتې کوی هغه معصیت اؤ ګناه ده ۔ البته کوم فضول کارونه چې دَ بنده نه عبادت نهٔ پاتې کوی هغه مباح دی یعنی څهٔ ګناه پکښې نشته، خو بې فائدې کارونه دی ښهٔ نهٔ دی ۔ اسونه زغلؤل یا نخښه ویشتل یا کور کښې خبرې اترې کؤل کهٔ دَ شرعی حدودو دننه وی نو پهٔ دې کښې چونکې تر څهٔ حده شرعی غرض شته نو ځکه دَ لهو نه بهر دی باقی پاتې شوه دَ ټنګ ټکور مسئله نو دَ هغې تفصیل دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې کتل پکار دی ۔ هغه ووږده خبره ده دلته دومره ګنجائش نشته ۔ دَ ټنګ ټکور خو دَ بخاری پهٔ صحیح حدیثونو کښې ممانعت شوے دے ۔ البته هسې پهٔ خوش آوازیٔ شعرونه وئیل مباح دی خو دَ دې سره هم څهٔ شرطونه شته هغه دَ فقهې کتابونو کښې کتل غواړی ۔ پهٔ تفسیر روح المعانی کښې دَ دې آیت تفسیر کښې پهٔ ټنګ ټکور تفصیلی بحث شوے دے ۔ هلته ېٔ وګوریٔ ۔

وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا وَلّٰی مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا كَاَنَّ فِیْۤ اُذُنَیْهِ وَقْرًا١ۚ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ۝۷

ترجمه: اؤ کله چې واورؤلے شی دوی ته زمونږ آیتونه ، دَ ډېر کبره شا کړی لکه چې هډو اوریدلی ېٔ نهٔ وی ۔ لکه چې دواړه غوږونه ېٔ کاڼهٔ وی ۔ نو زېرے ورکړه دوی ته دَ دردناک عذاب، ف۴

ف۴: یعنی دَ ډېره کبره زمونږ آیتونو ته غوږ نهٔ ږدی بلکې ځان پرې کوڼ کړی اؤ شا کړی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتُ النَّعِیْمِۙ۝۸

ترجمه: کومو کسانو چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، هغوی دپاره دی دَ دَ جنت باغونه ،

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۝۹

ترجمه: همېشه به وسی پهٔ دې کښې ۔ دَ الله وعده ده رښتونے ، اؤ هغه زبردست دے دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۵

ف۵: دَ الله تعالیٰ وعده رښتونی ده ۔ هغه دَ چا سره بې ځایه وعده نهٔ کوی اؤ چې کومه وعده وکړی نو هېڅ طاقت ېٔ دَ پوره کؤلو نه منع کؤلے نهٔ شی، هغه پهٔ هر چا غالب دے خپله وعده خامخا پوره کوی ۔

خَلَقَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَ اَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَ بَثَّ فِیْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ١ؕ وَ اَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ۝۱۰

ترجمه: جوړ ېٔ کړل آسمانونه بې ستنو تاسو ېٔ وینیٔ ۔ ف۶ اؤ کښې ېٔ ښودل پهٔ زمکه غرونه چې چرته تاسو سره کږه نهٔ شی ۔ ف۷ اؤ خوارهٔ ېٔ کړل پهٔ دې (زمکه) هر قسم ځناور، اؤ راکوزې کړې مونږ دَ آسمان نه اوبهٔ نو زرغونې مو کړې پهٔ دې (زمکه) کښې دَ هر قسم ښې ښې جوړې ۔ ف۸

ف۶: دَ دې لفظ تفسیر پهٔ سورتِ رعد کښې تېر شوے دے ۔

ف۷: یعنی چې دَ سمندر چپې ، سختې سیلۍ اؤ زلزلې ېٔ دَ ځایه ونهٔ خوزوی۔ دَ دې دپاره ورباندې درانهٔ درانهٔ غرونه کښېښوې شوی دی ۔ دَ سورتِ نحل پهٔ شروع کښې هم یو داسې آیت تېر شوے دے ۔ باقی دَ غرونو یواځې دغه یوه فائده نهٔ ده نورې هم پکښې ډېرې فائدې دی اؤ حکمتونه دی چې یو الله ته معلوم دی (دغه یو ېٔ ترېنه دَ مقام مناسب مونږ ته وښیٔلو)

ف۸: یعنی قسم قسم ښائسته ښائسته اؤ فائده منې ونې اؤ بوټی ېٔ ترېنه زرغون کړل چې دَ بنیادمو اؤ څاروؤ ټولو پکار راځی ۔ دَ سورتِ شعراء پهٔ شروع کښې هم یو دغه شان آیت تېر شوے دے ۔

هٰذَا خَلْقُ اللّٰهِ فَاَرُوْنِیْ مَا ذَا خَلَقَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ١ؕ بَلِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۠۝۱۱

ترجمه: دا هر څهٔ خو دَ الله پیداوښت دے نو اوس ما ته وښیٔ چې دَ الله نه غیر (نورو خدایانو) څهٔ جوړ کړی دی، ف۹ هېڅ هم نه لېکن بې انصافه پهٔ څرګنده ګمراهیٔ کښې پراتهٔ دی ۔ ف۱۰

ف۹: چې نهٔ شیٔ ښیٔلې نو بیا پهٔ کومه خلهٔ هغوی ته معبودان واییٔ ۔ دَ عبادت حقدار خو هغه ذات دے دَ چا پهٔ لاس کښې چې دَ پیداوښت اؤ رزق رسؤلو اختیار دے ۔ دَ چا سره چې دَ یوې ذرې پیدا کؤلو اختیار نشته هغه څنګه خدائې کېدے شی؟

ف۱۰: دا ظالمان دَ عقل نه هډو کار نهٔ اخلی دغه شان پهٔ پټو سترګو پهٔ زړه لار روان دی ۔ مخکښې دَ شرک اؤ کفر پهٔ بدیٔ کښې دَ حضرت لقمان نصیحتونه بیانیږی چې الله ورته عقل ورکړے وهٔ نو خپل ځوی ته ېٔ نصیحت کؤلو چې شرک ونهٔ کړې اؤ دَ نورو ناکاره اخلاقو نه ېٔ هم منع کړو۔

وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا لُقْمٰنَ الْحِكْمَةَ اَنِ اشْكُرْ لِلّٰهِ١ؕ وَ مَنْ یَّشْكُرْ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ۝۱۲

ترجمه: اؤ مونږ ورکړے وهٔ لقمان ته عقل ف۱۱ چې حقه منه دَ الله اؤ څوک چې منی دَ الله حق نو منی ېٔ دَ خپل ځان دَ (فائدې) دپاره ، اؤ څوک چې منکر شو نو الله بې پرواه دے دَ ټولو تعریفونو حقدار، ف۱۲

ف۱۱: دَ اکثرو عالمانو دا خیال دے چې حضرت لقمان پېغمبر نهٔ وهٔ ۔ البته یو پاک اؤ نیک سړے وهٔ چې الله تعالیٰ ورته ډېر عقل اؤ پوهه ورکړے وه ۔ هغهٔ پهٔ خپل عقل هغه خبرې معلوم کړے وې کومې چې پېغمبران خلقو ته ښئی ۔ دَ لقمان دَ هوښیارتیا خبرې پهٔ خلقو کښې ډېرې مشهورې وې ۔ قرآن ترېنه ځنې خبرې نقل کړې نو دَ هغهٔ مرتبه نوره هم وچته شوه ۔ شاید چې دَ دې نقل کؤلو غرض دا دے چې دَ شرک بدیٔ باندې چې انسانی فطرت ګواهی ورکوی اؤ نبیان ېٔ دَ وحې پهٔ ذریعه بیانوی ۔ دغه شان ېٔ پوهه خلق پهٔ خپل علم و عقل معلومؤلے شی ۔ هوښیار اؤ پوهه خلق خپله دَ توحید قائل وی ۔ نو بیا توحید پرېښؤل اؤ شرک و کفر واضحه ګمراهی نهٔ ده نو نور څهٔ دی؟

تنبیه: حضرت لقمان څوک وهٔ ، دَ کوم ځائې وسیدونکے وهٔ اؤ پهٔ کومه زمانه کښې وهٔ؟ دَ دې خبرو فیصله نهٔ ده شوے ۔ دَ اکثرو عالمانو دا خیال دے چې دَ حبشو وهٔ اؤ دَ داؤدؑ پهٔ زمانه کښې وهٔ ۔ دَ هغهٔ دَ هوښیاتیا ډېرې خبرې پهٔ تفسیرونو نقل شوی دی ۔ والله اعلم ۔

ف۱۲: یعنی دَ دې غټ احسان اؤ نورو احسانونو شکریه ادا کړیٔ اؤ دَ هغهٔ حق ومنیٔ خو یاد لریٔ چې دَ دې شکرګذاریٔ اؤ احسان منلو الله نه څهٔ خیر نشته ۔ خیر خپله دَ شاکر دے چې پهٔ دنیا کښې به هم نور نعمتونه ورکړی اؤ پهٔ آخرت کښې به هم اجر ورکړی ۔ اؤ کهٔ هېچا احسان ونهٔ منلو اؤ یو کس هم شکر ونهٔ ویستو نو الله ته ېٔ هېڅ نقصان نشته ۔ کهٔ ټوله دنیا دَ هغهٔ دَ خداییٔ نه منکره شی یو کس ېٔ هم ونهٔ منی نو دَ هغهٔ پهٔ خداییٔ اؤ لوییٔ کښې پرې یوه ذره فرق نهٔ راځی ، هغه بې پرواه غنی بادشاه دے۔

وَ اِذْ قَالَ لُقْمٰنُ لِابْنِهٖ وَ هُوَ یَعِظُهٗ یٰبُنَیَّ لَا تُشْرِكْ بِاللّٰهِ١ؔؕ اِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ۝۱۳

ترجمه: اؤ کوم وخت چې ووې لقمان خپل ځوی ته چې نصیحت ېٔ ورته کؤلو ، اے بچیه! شریک مهٔ جوړوه دَ الله سره ، ف۱۳ بېشکه شرک غټ ظلم دے ۔ ف۱۴

ف۱۳: الله خبر چې ځوئے ېٔ مشرک وهٔ ۔ دَ توحید تبلیغ ېٔ ورته کؤلو اؤ کهٔ مسلمان وهٔ خو پهٔ دې عقیده ېٔ نور هم مضبوطؤلو ۔

ف۱۴: دَ دې نه زیاته بې انصافی به نوره څهٔ وی چې یو کمزوری مخلوق ته دَ خداییٔ درجه ورکړې شی اؤ دَ دې نه زیاته بې وقوفی به نوره څهٔ وی چې اشرف المخلوقات دَ جهالت پهٔ وجه دَ ځان نه لاندې څیز ته پهٔ سجده پرېوځی۔ (نعوذ بالله)

وَ وَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ١ۚ حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ وَهْنًا عَلٰی وَهْنٍ وَّ فِصٰلُهٗ فِیْ عَامَیْنِ اَنِ اشْكُرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیْكَ١ؕ اِلَیَّ الْمَصِیْرُ۝۱۴

ترجمه: اؤ مونږ تاکید کړے پهٔ بنیادم دَ مور پلار پهٔ حق کښې ، پهٔ ګېډه کښې وګرځؤلو مور پهٔ ستومانیٔ ستومانیٔ اؤ دَ پیو نه جدا کؤل ېٔ دی پهٔ دوه کاله کښې (دا تاکید مو پرې وکړو) چې حق ومنه زما اؤ دَ مور پلار ، آخر دې بیا ما ته راتلل دی ۔ ف۱۵

ف۱۵: یعنی دَ مور حق دَ پلار نه هم زیات دے چې نهه میاشتې خو ېٔ پهٔ ګېډه کښې وګرځؤلو بیا ېٔ دوؤ کالو پورې پرې دَ خپلې سینې پئ وڅکؤل اؤ ډېر پهٔ خواریٔ ېٔ لوئے کړو ۔ خپل آرام اؤ راحت ېٔ دَ بچی دَ آرام دپاره قربان کړهٔ ۔ نو ضروری ده چې بنیادم اول دَ خپل اصلی مالک اؤ خالق الله حق ومنی اؤ بیا دَ خپل مور پلار یعنی دَ الله عبادت اؤ دَ مور پلار خدمت دې پهٔ راستیٔ کوی ۔ دَ الله نافرمانی دې پهٔ هېڅ شان نهٔ کوی ځکه چې دَ الله حق دَ ټولو نه زیات دے۔ اؤ دَ هغهٔ مخکښې حاضرېدل دی ۔ نو بنیادم دې فکر وکړی چې پهٔ کوم مخ به ورسره مخامخ کیږی ۔

تنبیه: دَ پیو موده دلته دوه کاله بیان شوے ده ۔ دا دَ عام عادت مطابق ده ۔ دَ امام ابو حنیفهؒ پهٔ مذهب چې زیات نه زیات وخت دوه نیم کاله دے نو دَ دې دَ هغهٔ سره نور دلیلونه دی ۔ دَ نورو امامانو پهٔ خیال هم دغه دوه کاله دَ پیو موده ده ۔

وَ اِنْ جَاهَدٰكَ عَلٰۤی اَنْ تُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ١ۙ فَلَا تُطِعْهُمَا وَ صَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیَا مَعْرُوْفًا١٘ وَّ اتَّبِعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّ١ۚ ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۱۵

ترجمه: اؤ کهٔ دا مور پلار دواړه پهٔ تا دا کوشش وکړی چې ما سره شریک وګڼه هغه شے چې تا ته نهٔ دے معلوم ، نو دا ېٔ مهٔ منه ف۱۶ اؤ ملګرتیا کوه دَ هغوی دَ دنیا پهٔ کار کښې پهٔ ښهٔ شان ، ف۱۷ اؤ روان شه دَ هغه کسانو پهٔ لار څوک چې ما ته رجوع شوی دی ف۱۸ بیا هم زما طرف ته دَ ټولو راګرځېدل دی ۔ نو زهٔ به تاسو خبر کړم څهٔ عملونه چې تاسو کؤل ۔ ف۱۹

ف۱۶: حضرت شاه صاحب لیکی دی چې شریک ورسره مهٔ پیدا کوه ۔ هغه شے چې تا ته نهٔ دے معلوم ۔ یعنی پهٔ شبه کښې ېٔ هم مهٔ منه ۔ اؤ کهٔ پهٔ یقین سره پرې پوهېږې خلهٔ سره ېٔ مهٔ منه ۔

ف۱۷: یعنی دَ دین خلاف دَ مور پلار خبره هم مهٔ منه ۔ البته دَ دنیا پهٔ کارونو کښې دَ هغوی هره خبره منه اؤ پهٔ راستیٔ ورسره چلېږه ، رویه ورسره ښهٔ ساته ۔ دَ دې قسمه یو آیت پهٔ سورتِ عنکبوت وړومبیٔ رکوع کښې هم تېر شوے دے ، دَ هغې فوائد وګوریٔ ۔

ف۱۸: یعنی دَ پېغمبرانو اؤ نیکانو پهٔ لار روان شه ۔ دَ دین خلاف دَ مور پلار خبره مهٔ منه ۔

ف۱۹: یعنی دَ الله پهٔ دربار کښې چې حاضر شی نو اولاد اؤ مور پلار ټولو ته به پته ولګی چې چا زیاتے کړے دے اؤ چا کمے۔

تنبیه: دَ وَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ نه تر دې پورې دَ الله کلام دے ۔ دَ دې نه مخکښې دَ لقمان نصیحت ځوی ته نقل شوے وهٔ ۔ دَ دې نه پس بیا دَ نصیحت سلسله شروع کیږی ۔ تر دا مینځه الله تعالیٰ دَ خپل طرف نه یو ضروری خبره وکړه چې شرک دومره خراب کار دے چې کهٔ خپل مور پلار چا ته دَ شرک وینا وکړی هم عمل پرې نهٔ دے پکار ۔ پهٔ هر کار کښې دَ مور پلار تابعداری پکار ده خو پهٔ دې خبره کښې ېٔ نافرمانی ضروری ده ۔ شاه صاحب لیکلی دی۔ لقمان ځوی ته دَ پلار حق نهٔ وهٔ ښیٔلے چې خود غرضی به ورته ښکاره شی۔ الله تعالیٰ دَ توحید دَ نصیحت نه پس دَ مور پلار حق وښیٔلو چې اول دَ الله حق دے ورپسې دَ مور پلار ۔ نو پلار ځوی ته دَ الله حق وښیٔلو اؤ الله ورته دَ پلار حق وښیٔلو ۔ باقی دَ پېغمبر اؤ مرشد حق دَ الله پهٔ حق کښې راغلو ځکه چې هغه دَ الله نائبان دی ۔

یٰبُنَیَّ اِنَّهَاۤ اِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِیْ صَخْرَةٍ اَوْ فِی السَّمٰوٰتِ اَوْ فِی الْاَرْضِ یَاْتِ بِهَا اللّٰهُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ۝۱۶

ترجمه: اے بچیه! بېشکه یو شے کهٔ وی دَ ووری دَ دانې برابر بیا هغه شے وی پهٔ سخت کاڼی کښې یا پهٔ آسمانونو کښې یا پهٔ زمکه کښې حاضر به کړی دغه شے الله ، بېشکه الله پهٔ ټولو پټو څیزونو ښهٔ خبر دے، ف۲۰

ف۲۰: یعنی څهٔ څیز یا کار ښهٔ یا ناکاره کهٔ دَ ووری دَ دانې پهٔ شان نرې وی اؤ هغه بیا دَ سخت کاڼی دننه پروت وی یا پاس پهٔ آسمانونو کښې وی یا دَ زمکې پهٔ تل کښې تیرو کښې پټ وی هغه هم دَ الله نه نهٔ شی پټېدې ۔ هغهٔ ته هر پټ اؤ څرګند څیز ښهٔ ښکاره دے، هېڅ شے ترې غائب نهٔ دے کله چې ېٔ وخت راشی (دَ حساب ورځ) هر څهٔ به پهٔ میدان څرګند کړی نو بنده ته پکار دی چې دَ هر کار پهٔ وخت دا خیال وساتی چې کهٔ ډېر پټ ېٔ وکړی هم دَ الله نه پټ نهٔ دے بدله به ېٔ ورکؤلے شی ۔

یٰبُنَیَّ اَقِمِ الصَّلٰوةَ وَ اْمُرْ بِالْمَعْرُوْفِ وَ انْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ اصْبِرْ عَلٰی مَاۤ اَصَابَكَ١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِۚ۝۱۷

ترجمه: اے بچیه! قائم لره نمونځونه اؤ حکم کوه دَ نیکیو اؤ منع کوه دَ بدیو نه ف۲۱ اؤ صبر کوه چې څهٔ درباندې راشی ، بېشکه دا ټول دَ همت کارونه دی ۔ ف۲۲

ف۲۱: یعنی خپله هم پهٔ توحید قائم شه اؤ نیک شه اؤ نورو ته هم دَ نیکیٔ نصیحت کوه اؤ دَ بدیٔ نه ېٔ منع کوه ۔

ف۲۲: یعنی پهٔ دنیا کښې چې ورباندې څهٔ سخته راشی (اؤ دَ تبلیغ پهٔ سلسله کښې سختې ضرور راځی) نو هغه پهٔ ډېر صبر اؤ تحمل برداشت کوه ۔ دَ سختیو نه ویرېږه مه اؤ همّت مهٔ پرېږده ۔ ثابت قدم وسه دا دَ بهادریٔ کار دے ۔

وَ لَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَ لَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرٍۚ۝۱۸

ترجمه: اؤ خپل مخ مهٔ پړسوه خلقو ته ف۲۳ اؤ مهٔ ګرځه پهٔ زمکه اېغ نېع ، بېشکه دَ الله خوښ نهٔ وی کبرژن لوئی کؤنکی ، ف۲۴

ف۲۳: یعنی چا ته دَ کبر پهٔ نظر مهٔ ګوره اؤ ځان دَ چا نه لوئے مهٔ ګڼه ، بل ته سپک مهٔ ګوره ، ډېر پهٔ نرمیٔ اؤ خندا خبره کوه ۔

ف۲۴: یعنی پهٔ اېغ نېغ کېدو اؤ کبر کؤلو دَ چا عزت زیاتیږی نه بلکې نور سپکیږی اؤ خلق ورته پهٔ بد نظر ګوری ۔ کهٔ مخامخ نهٔ وی نو پشی شا ورپسې سپکه وائی ۔

وَ اقْصِدْ فِیْ مَشْیِكَ وَ اغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ١ؕ اِنَّ اَنْكَرَ الْاَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِیْرِ۠۝۱۹

ترجمه: اؤ میانه روی کوه پهٔ تلو کښې اؤ غلې ساته خپل آواز بېشکه پهٔ آوازونو کښې ناکاره آواز دَ خر دے ۔ ف۲۵

ف۲۵: یعنی عاجزی ، متانت اؤ میانه روی اختیار کړه ۔ پهٔ چغه خبرې مهٔ کوه ۔ کهٔ وچت آواز کښې څهٔ کمال وې نو دَ خر آواز ته به خلقو بد نهٔ کتل ۔ دَ خر آواز پهٔ ټولو حیواناتو کښې وچت دے۔

تنبیه: دَ لقمان نصیحت پهٔ دې ځائې ختم شو ۔ اوس بیا اصل موضوع شروع کیږی ۔ دَ الله تعالیٰ احسانونه اؤ نعمتونه یادؤلے شی اؤ دَ توحید ترغیب ورکؤلے شی ۔

اَلَمْ تَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ وَ اَسْبَغَ عَلَیْكُمْ نِعَمَهٗ ظَاهِرَةً وَّ بَاطِنَةً١ؕ وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّ لَا هُدًی وَّ لَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ۝۲۰

ترجمه: آیا تاسو نهٔ وینیٔ چې الله پهٔ کار لګؤلی دی تاسو دپاره څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه دی ف۲۶ اؤ پوره کړی ېٔ دی تاسو دپاره نعمتونه څرګند (هم) اؤ پټ (هم) ف۲۷ اؤ ځنې خلق داسې هم شته چې جګړې کوی دَ الله پهٔ خبرو کښې نهٔ ېٔ عقل شته اؤ نهٔ پوهه اؤ نهٔ ورسره روښانه کتاب شته، ف۲۸

ف۲۶: یعنی الله تعالیٰ خپل ټول مخلوق ستاسو پهٔ کار لګیا کړے دے نو تاسو ولې دَ الله پهٔ کار (عبادت) نهٔ لګیا کېږیٔ ۔

ف۲۷: څرګند نعمتونه هغه دی کوم چې پهٔ حواسو معلومیږی یا دا چې ډېر فکر نهٔ غواړی اؤ پټ هغه دی کوم چې پهٔ ډېر سوچ اؤ فکر معلومېدے شی یا دا چې دَ ظاهری نه دَ دنیا دَ ژوند نعمتونه مراد دی اؤ دَ پټو نه روحانی اؤ دَ آخرت نعمتونه مراد دی ۔ ګویا پېغمبر راستؤل اؤ کتاب نازلؤل ، دَ نیکیٔ توفیق ورکؤل دا ټول پټ نعمتونه دی ۔

ف۲۸: یعنی دَ داسې واضحو احسانونو اؤ څرګندو نعمتونو نه پس هم ډېر خلق دَ الله پهٔ وحدانیت سترګې پټوی اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ څرګندو قدرتونو اؤ دَ شریعت پهٔ حکمونو کښې خبرې کوی اؤ بې دلیله جګړې جوړوی ، نهٔ ورسره څهٔ علمی اؤ عقلی دلیل شته اؤ نهٔ ورسره دَ هادی برحق هدایت اؤ روښانه کتاب هسې پهٔ زړو خبرو اؤ رسمونو رواجونو پسې پهٔ پټو سترګو روان دی ۔

تنبیه: دَ ترجمې نه داسې معلومیږی چې مترجم رحمة الله علیه دَ علم نه مراد دَ عقل پوهه اخستې ده اؤ دَ هدٰی نه هغه وجدانی بصیرت مراد کړے دے کوم چې دَ وجدان اؤ ذوقِ سلیم سره دَ عقل دَ یو ځائې کېدو نه پیدا کیږی ۔ مطلب دا چې دَ دې خلقو معمولی پوهه هم نشته اؤ دَ وجدانی بصیرت نه هم خالی دی ۔ روښانه کتاب یعنی نقلی دلیل هم نهٔ لری ۔ دا ډېر لطیف تفسیر دے ۔ دَ دې فائدې پهٔ شروع کښې چې مونږ کوم بیان کړے دے هغه صرف دَ پوهې دَ اسانتیا پهٔ غرض وهٔ ۔

وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّبِعُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا١ؕ اَوَ لَوْ كَانَ الشَّیْطٰنُ یَدْعُوْهُمْ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ۝۲۱

ترجمه: اؤ کوم وخت چې دوی ته ووئیلی شی تابعداری وکړیٔ دَ هغه حکم چې راستؤلے دے الله ، دوی وائی نه مونږ خو تابعداری کوؤ دَ هغه خبرو چې مونږ ورباندې موندې دی خپل پلار نیکهٔ ، ښه نو کهٔ شیطان ېٔ بلی دَ دوزخ عذاب طرف ته نو هم؟ ف۲۹

ف۲۹: یعنی کهٔ شیطان دَ ستاسو پلار نیکهٔ خطا کړی دی اؤ پهٔ دوزخ کښې ېٔ غورزوی نو تاسو هم ورپسې دوزخ ته دانګیٔ؟

وَ مَنْ یُّسْلِمْ وَجْهَهٗۤ اِلَی اللّٰهِ وَ هُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ۝۲۲

ترجمه: اؤ څوک چې تابع کړی خپل مخ الله طرف ته اؤ هغه نیکی کؤنکے وی نو هغهٔ ټینګه کړه مضبوطه کړۍ ، ف۳۰ اؤ الله طرف ته دے آخر دَ هر کار ، ف۳۱

ف۳۰: یعنی چا چې پهٔ اخلاص دَ نیکیٔ لار غوره کړه اؤ خپل ځان ېٔ الله ته وسپارلو ۔ نو پوهه شیٔ چې دهٔ ډېره مضبوطه کړۍ ټینګه کړه ، اوس ېٔ دَ پرېوتو یا خوږېدو څهٔ خطره نشته ۔ (ځان ېٔ دَ دوزخ دَ اور نه بچ کړو)

ف۳۱: یعنی چا چې دا کړۍ مضبوطه ټینګه کړه نو آخر به دَ دې پهٔ طاقت الله ته ورسی اؤ آخر انجام به ېٔ ښهٔ شی۔ (دَ دائمی تکلیف نه به پهٔ امان شی)

وَ مَنْ كَفَرَ فَلَا یَحْزُنْكَ كُفْرُهٗ١ؕ اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۲۳

ترجمه: اؤ څوک چې منکر شو نو تهٔ غم مهٔ کوه دَ هغهٔ دَ انکار، زمونږ طرف ته واپس راتلل دی دَ هغهٔ ، بیا به مونږ ورته وښیو څهٔ چې ېٔ کړی وو ، بېشکه الله ښهٔ خبر دے دَ زړهٔ پهٔ خبرو، ف۳۲

ف۳۲: یعنی تهٔ دَ خپل الله سره تعلق قائم لره ، پهٔ خپل الله پوره باور کوه اؤ دَ منکرانو دَ خبرو اؤ دَ هغوی دَ چالونو هېڅ پرواه مهٔ کوه ، آخر به دوی هم زما پهٔ دربار کښې پیش کیږی هلته به خپل یو جرم هم پهٔ هېڅ شان پټؤلے نهٔ شی۔ الله تعالیٰ دَ دوی دَ پټو اؤ څرګندو ټولو کارونو نه بلکې دَ زړونو دَ نیتونو اؤ ارادو نه هم خبر دے ۔ نو دَ هر کار به ورته پوره پوره سزا ورکؤلے شی دَ خلاصېدو به نهٔ وی ۔

نُمَتِّعُهُمْ قَلِیْلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ اِلٰی عَذَابٍ غَلِیْظٍ۝۲۴

ترجمه: کار ېٔ روانوؤ مونږ لږې ورځې ، بیا به ېٔ تړلی راولو ټینګ عذاب ته ۔ ف۳۳

ف۳۳: یعنی دَ دنیا لږې ورځې دې مزې وکړی چې مقرر وخت ېٔ راشی نو پهٔ داسې سخت عذاب کښې به ګېر شی چې دَ خلاصی درک به ېٔ نهٔ وی ۔

وَ لَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ١ؕ قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ١ؕ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۝۲۵

ترجمه: اؤ کهٔ تهٔ دَ دوی نه تپوس وکړې چې چا پیدا کړی دی آسمانونه اؤ زمکه ، نو دوی به ضرور ووائی الله ، تهٔ ورته ووایه ټولې خوبیٔ دَ الله دی لېکن ډېر خلق نهٔ پوهیږی ، ف۳۴

ف۳۴: یعنی دومره خو دا مشرکان هم منی چې آسمانونه اؤ زمکه الله تعالیٰ پیدا کړی دی ، دَ بل چا دومره قدرت نشته نو آیا دا دومره دنیا پیدا کؤل اؤ پهٔ داسې مضبوط انتظام چلؤل بې دَ کامل قدرت نه ممکن دی؟ هېچرې نه نو کوم ذات چې دا دومره قدرت اؤ دومره کمال لری اؤ چې تاسو دومره منیٔ چې زمونږ خالق هغه دے نو بیا عبادت دَ نورو څیزونو ولې کویٔ؟ چا چې پیدا کړی ییٔ اؤ څوک روزی درکوی نو هغه مو هېر کړو اؤ دَ خپلو لاسو جوړو بتانو ته پهٔ سجده پریوځیٔ ۔ دا کوم عقل اؤ کوم فکر دے؟ دَ عبادت لائق هم هغه ذات دے چا چې دا دنیا پیدا کړے ده اؤ څوک چې ېٔ چلوی ۔ خبره واضحه اؤ صفا ده خو بیا هم ډېر خلق پرې نهٔ پوهیږی ۔

لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ۝۲۶

ترجمه: هم دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې دی بېشکه الله هم هغه دے بې پرواه دَ ټولو خوبیو خاوند ، ف۳۵

ف۳۵: یعنی څنګه چې آسمانونه اؤ زمکه الله پیدا کړی دی دغه شان پهٔ دې دواړو کښې چې څهٔ مخلوق دے دا هم ټول الله پاک پیدا کړے دے اؤ دَ ټولو مالک هم یواځې هغه دے دَ بل چا شرکت ورسره نشته، هغهٔ ته ټول محتاج دی، دَ هغهٔ هېچا ته څهٔ حاجت نشته ، هغهٔ پهٔ خپلو کمالاتو کښې خپله کامل دے اؤ پهٔ ټولو اوصافو پوره دے نو دَ چا څهٔ پرواه لری؟ دَ ټولې دنیا نه بې نیازه دے۔

وَ لَوْ اَنَّ مَا فِی الْاَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ اَقْلَامٌ وَّ الْبَحْرُ یَمُدُّهٗ مِنْۢ بَعْدِهٖ سَبْعَةُ اَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمٰتُ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ۝۲۷

ترجمه: اؤ څومره ونې چې پهٔ زمکه دی کهٔ (دا) قلمونه شی اؤ سمندر دَ هغې روشنائی شی اؤ ورسره ووهٔ سمندرونه (نور هم) شی پوره به نهٔ شی دَ الله خبرې ، بېشکه الله زبردست دے دَ حکمتونو خاوند ، ف۳۶

ف۳۶: یعنی کهٔ دَ ټولې دنیا ونې پرېکړې قلمونه ترې جوړ کړې اؤ دَ سمندر نه ورته سیاهی جوړه کړې بیا دَ دې سمندر سره ووهٔ (۷) سمندرونه نور هم یو ځائې شی اؤ دَ دې ټولو نه سیاهی جوړه شی اؤ تمام مخلوقات دَ خپل طاقت موافق دَ الله تعالیٰ حکمتونه لیکل شروع کړی نو دَ لیکونکیو عمرونه به ختم شی قلمونه به پهٔ سولېدو خلاص شی ، سیاهی به ختمه شی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ عظمت اؤ جلال اؤ کمالاتو خبرې به ختم نهٔ شی ۔ ځکه چې دَ الله تعالیٰ تعریفونه اؤ خوبیٔ غیر محدود دی اؤ نور ټول څیزونه محدود دی ۔ نو یو محدود طاقت غیر محدود کار نهٔ شی ترسره کؤلے ۔

مَا خَلْقُكُمْ وَ لَا بَعْثُكُمْ اِلَّا كَنَفْسٍ وَّاحِدَةٍ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌۢ بَصِیْرٌ۝۲۸

ترجمه: ستاسو دَ ټولو پیدا کؤل اؤ دَ مرګ نه پس بیا ژوندی کؤل (الله ته) داسې دی لکه یو بنده پیدا کؤل ،ف۳۷ بېشکه الله هر څهٔ اوری هر څهٔ وینی، ف۳۸

ف۳۷: یعنی دَ ټول جهان پیدا کؤل اؤ دَ یو بنده پیدا کؤل دَ الله قدرت ته یو برابر دی ۔ نهٔ ورته پهٔ هغې کښې څهٔ مشکل وو اؤ نهٔ پهٔ دې ستړې کیږی ۔ هغه خو دَ (کُن) پهٔ یو لفظ سره هر څهٔ کؤلے شی ۔ دَ کُن لفظ وینا ته ېٔ هم حاجت نشته هغه خو چې دَ څهٔ شی پیدا کؤلو اراده وکړی بس بیا هغه موجود وی ۔ دا ”کُنْ فَیَکُوْنَ“ خو زمونږ دَ پوهې دپاره یوه خبره ده ، مطلب دا چې څهٔ وخت پکښې نهٔ لګی ۔

ف۳۸: یعنی لکه څنګه چې یو آواز اورېدل اؤ دَ ټول جهان ټول آوازونه پهٔ یو وخت اورېدل یا لکه څنګه یو څیز لیدل اؤ پهٔ یو وخت دَ ټول جهان ټول څیزونه لیدل هغهٔ ته یو شان دی ۔ دغه شان دَ یو بنیادم پیدا کؤل اؤ وژل اؤ دَ ټول جهان پیدا کؤل اؤ وژل هم هغهٔ ته یو برابر دی نو بیا دَ ټول جهان دوباره ژوندی کؤل اؤ پهٔ یو وخت دَ وړومبیو وروستیو ټولو بنیادمو دَ وړومبیو وروستیو ټولو عملونو دَ ذرې ذرې حساب کؤل هم ورته څهٔ ګران نهٔ دی ، ځکه چې هغه دَ ټولو بنیادمو ټولې خبرې اوری اؤ ټول کارونه ېٔ وینی څهٔ ترېنه پټ نهٔ دی چې حساب ېٔ ورته ګران شی ۔

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَ یُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ١٘ كُلٌّ یَّجْرِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّ اَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۝۲۹

ترجمه: تا نهٔ دی لیدلی چې الله راننه باسی شپه پهٔ ورځ کښې اؤ ننباسی ورځ پهٔ شپه کښې اؤ پهٔ کار ېٔ لګؤلی نمر اؤ سپوږمۍ هر یو چلیږی تر یو مقرر وخته ف۳۹ اؤ بېشکه الله ستاسو پهٔ ټولو کارونو ښهٔ خبر دے ۔ ف۴۰

ف۳۹: دَ مقرر وخت نه دَ قیامت ورځ مراد ده (چې چلن ېٔ ختم شی) یا دَ نمر سپوږمۍ دَ یو دور پوره کؤلو وخت ځکه چې هرې دورې پوره کؤلو نه پس بیا دَ نوی سره رفتار شروع کیږی ۔

ف۴۰: یعنی کوم طاقت چې ورځ پهٔ شپه بدلوی اؤ شپه پهٔ ورځ ، اؤ چا چې دَ نمر هومره لویه کره دَ ستاسو پهٔ خدمت لګؤلے ده هغهٔ ته مړی دوباره ژوندی کؤل څهٔ ګران کار دے؟ اؤ څوک چې دَ ستاسو هر کار وینی اؤ هره خبره اوری هغهٔ ته حساب کؤل څهٔ ګران دی؟

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَ اَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الْبَاطِلُ١ۙ وَ اَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ۠۝۳۰

ترجمه: اؤ دا ځکه چې الله هم هغه دے پهٔ حقه اؤ څوک چې تاسو (پهٔ خدائې) بلیٔ دَ هغهٔ نه سوا هغه ټول باطل دی ف۴۱ اؤ الله هم هغه دے دَ ټولو نه وچت لوئے، ف۴۲

ف۴۱: یعنی دَ الله تعالیٰ کامل قدرت اؤ وچت صفتونه دے دپاره بیان کړی شو چې خلق پوهه شی چې دَ عبادت لائق هم دغه الله دے چې داسې کامل قدرت لری اؤ دَ دې خلاف چې څوک څهٔ خبرې کوی اؤ بل څهٔ شے پهٔ خداییٔ منی دغه خبرې غلطې ، باطل اؤ دروغ دی ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ ”اَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ“ نه چې دَ الله تعالیٰ واجب الوجود اؤ موجود بالذات کېدل معلومیږی دَ دې نه دا ثابته شوه چې بل چا ته خداییٔ نسبت باطل اؤ دروغ دے ۔ دَ خداییٔ حقدار هم هغه ذات دےکوم چې موجود بالذات ، واجب الوجود اؤ دَ دومره کامل قدرت اؤ اعلیٰ صفتونو مالک دے ۔

ف۴۲: نو کوم ذات چې دَ ټولو نه لوئے اؤ وچت دے ۔ دَ بنده انتهائی عاجزی اؤ سر ټیټؤل (عبادت) هم هغه ذات سره ښائی ۔

اَلَمْ تَرَ اَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللّٰهِ لِیُرِیَكُمْ مِّنْ اٰیٰتِهٖ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ۝۳۱

ترجمه: آیا تا نهٔ دی لیدلی چې کشتۍ چلیږی پهٔ سمندر کښې دَ الله پهٔ فضل چې وښیٔ تاسو ته څهٔ خپل قدرتونه ، ف۴۳ بېشکه پهٔ دې کښې ډېرې نخښې دی دَ هر صبر کؤنکی احسان منونکی دپاره، ف۴۴

ف۴۳: یعنی تاسو وینیٔ چې جهازونه دَ الله پهٔ قدرت څومره دروند سامان نه ډک دَ اوبو پهٔ سر روان وی اؤ ستاسو مالونه دَ یو ملک نه بل ته رسوی ۔

ف۴۴: یعنی یو دَ دې سمندری سفر حالاتو باندې غور کؤل بنده پهٔ صبر شکر اؤ دَ خپل رب پهٔ احسان منلو مجبوره کوی کله چې جهاز پهٔ طوفان کښې ګېر شی اؤ دَ چپو سره جنګ شروع کړی نو دا ډېر دَ صبر و همت کار دے ۔ اؤ کله چې ېٔ الله پاک پهٔ خپل فضل دَ ډوبېدو نه بچ کړی ، خشکې ته پهٔ خیریت ورسی نو دا بیا ډېر دَ شکر مقام دے اؤ دَ الله دغه احسان منل ضروری دی ۔

وَ اِذَا غَشِیَهُمْ مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ١ۚ۬ فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ فَمِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ١ؕ وَ مَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُوْرٍ۝۳۲

ترجمه: اؤ کله چې دَ دوی پهٔ سر را واؤړی دَ وریځو پهٔ شان (وچته) چپه ، وهی چغې الله ته ، خالصوی عبادت هغهٔ ته ، ف۴۵ بیا کوم وخت چې ېٔ بچ وباسی خشکې ته نو ځنی پکښې قائم پاتی شی پهٔ اعتدال ۔ ف۴۶ اؤ زمونږ دَ قدرتونو نه خو صرف هغه کسان منکریږی چې ډېر دروغژن اؤ دَ حق نه انکاری وی ، ف۴۷

ف۴۵: مخکښې آیتونو کښې واضحه شوے وه چې دَ عبادت حقدار یو الله دے۔ دغه خبره صحیح اؤ نورې ټولې غلطې دی ۔ اوس دلته دا ښیٔلی شی چې کله جهاز پهٔ طوفان کښې ګېر شی نو دَ غټ نه غټ مشرک نه هم خپل باطل معبودان هیر شی اؤ خالص یو الله ته پهٔ زارو اؤ منتونو سر شی چې دَ مصیبت نه ېٔ خلاص کړی ۔ نو معلومه شوه چې دَ بنیادم پهٔ زړهٔ کښې فطری آواز هم دغه دَ یو الله یاد دے ، دا نورې خبرې ټولې بناوټی اؤ دروغ دی ۔

ف۴۶: یعنی پهٔ سخته کښې خو ټول خالص یو الله ته زاریٔ کوی خو چې سخته ختمه شی اؤ خشکې ته پهٔ خیریت ورسی نو بیا ډېر کم کسان پهٔ دغه حالت قائم پاتی شی اؤ ډېر خلق بیا دَ الله دَ قدرتونو نه منکر شی ، اؤ خپل بچ کېدل دَ خپل عقل اؤ حکمت پهٔ برکت یا دَ چا دَ ارواحو پهٔ برکت ومنی ۔

ف۴۷: یعنی اوس چې ېٔ لږ مخکښې طوفان کښې ګېرېدو پهٔ وخت دَ الله سره کوم قول اؤ اقرار کړے وهٔ (چې کهٔ دَ دې طوفان نه بچ شو نو بیا به خالص ستا عبادت کوؤ بل به هېڅوک درسره نهٔ شریکوؤ) چې بچ شو نو هغه قول و اقرار ېٔ ټول دروغ وختو اؤ دَ الله دَ احسان منلو اؤ شکر ګذار کېدو پهٔ ځائې سمدستی بیا دَ الله دَ قدرتونو اؤ احسان نه منکر شو ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ وَ اخْشَوْا یَوْمًا لَّا یَجْزِیْ وَالِدٌ عَنْ وَّلَدِهٖ١٘ وَ لَا مَوْلُوْدٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَّالِدِهٖ شَیْـًٔا١ؕ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا١ٙ وَ لَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ۝۳۳

ترجمه: اے خلقو! وویرېږیٔ دَ خپل رب نه اؤ ویره کویٔ دَ هغه ورځې نه چې هېڅ پکار به نهٔ راځی پلار دَ خپل ځوی اؤ نهٔ داسې ځوئے شته چې دَ پلار پکار راشی هېڅ هم ، ف۴۸ بېشکه دَ الله وعده رښتونې ده ۔ نو تاسو ونهٔ غلوی دَ دنیا ژوند ، اؤ نهٔ مو وغلوی دَ الله پهٔ حق کښې څوک غلوونکے۔ ف۴۹

ف۴۸: دَ طوفان پهٔ وخت سخت هیبت اؤ ځان ځانی وی ، هر سړے پهٔ خپل غم اخته وی اؤ دَ ځان بچ کؤلو کوشش کوی خو بیا هم مور پلار دَ اولاد نه اؤ اولاد دَ مور پلار نه بې فکره نهٔ وی دَ یو بل بچ کؤلو کوشش کوی بلکې کله کله خو مور پلار دَ خپل محبت پهٔ وجه دا کوشش کوی چې دَ اولاد تکلیف پهٔ خپل سر واخلی اؤ اولاد بچ کړی۔ لېکن یوه ورځ داسې هم راتلونکے ده چې هغې کښې به داسې سخته اؤ داسې ځان ځانی وی چې مور پلار به دَ اولاد نه ویزار وی اؤ اولاد دَ مور پلار نه ۔ هېڅوک به دَ بل پېټې پهٔ خپل سر اخستو ته تیار نهٔ وی اؤ کهٔ تیار شی هم نو څهٔ کؤلے نهٔ شی ۔ بنیادم ته پکار دی چې دَ دغې ورځې نه وویریږی اؤ دَ دغې ورځې دَ سختې نه بچ کېدو دپاره دَ اوسه نه کوشش شروع کړی اؤ دَ نیک عمل پنګه جوړه کړی ۔

ف۴۹: یعنی دغه ورځ خامخا راتلونکے ده ۔ دا دَ الله فیصله ده چې هرګز بدلېدې نهٔ شی نو دَ دنیا پهٔ څو ورځو عیش و آرام دهوکه مهٔ خوریٔ چې دا به همېشه وی اؤ څنګه چې دلته پهٔ آرام و راحت یو ، دغه شان به پهٔ بله دنیا کښې هم یو ۔ ځان ویښ کړیٔ چې مکار شیطان مو چرته خطا نهٔ کړی چې بنده ته پهٔ چل ول دَ الله پهٔ نوم دهوکه ورکوی ۔ بنده ته زړهٔ کښې اچوی چې الله عفور اؤ رحیم دے ۔ دې څو ورځې ژوند کښې مزې وکړه چې بوډا شې پهٔ یو ځائې به توبه وباسې ، الله به دې وبخښې هغه ډېر مهربانه دے ۔ کهٔ پهٔ قسمت کښې دې جنت وی نو کهٔ هر څومره ګناهونه وکړې آخر به جنت ته لاړ شې اؤ کهٔ پهٔ قسمت کښې دې دوزخ وی نو کهٔ هر څومره نیکیٔ کوے اؤ ځان ترې بچ کوے ، بچ کېدے نهٔ شې چرته به خطا شې دَ تقدیر لیک به خامخا پوره کیږی نو هسې ځان ولې کړوې ۔

اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ١ۚ وَ یُنَزِّلُ الْغَیْثَ١ۚ وَ یَعْلَمُ مَا فِی الْاَرْحَامِ١ؕ وَ مَا تَدْرِیْ نَفْسٌ مَّا ذَا تَكْسِبُ غَدًا١ؕ وَ مَا تَدْرِیْ نَفْسٌۢ بِاَیِّ اَرْضٍ تَمُوْتُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ۠۝۳۴

ترجمه: بېشکه دَ الله سره دے خبر دَ قیامت ، اؤ هغه وروی باران ، اؤ هغه خبر دے چې څهٔ دی دَ میاندو پهٔ ګېډو کښې ، اؤ هېڅ بنده نهٔ دے خبر چې سبا به څهٔ کوی ۔ اؤ هېڅ یو بنده نه دے خبر چې پهٔ کومه زمکه به مری ، بېشکه یو الله پهٔ هر څهٔ پوهه ښهٔ خبر دے ۔ ف۵۰

ف۵۰: یعنی قیامت خو به راځی خامخا لېکن کله به راځی؟ دَ دې علم یو الله ته شته بل هېچا ته ېٔ دا علم نهٔ دے ورکړے ، هېڅ پته نهٔ لګی چې کله به الله تعالیٰ دا آباده دنیا یکدم ورانه کړی اؤ دا نظام به ګډ وډ شی ۔ بنیادم دَ دنیا پهٔ آرام اؤ راحت اؤ خوشحالیو کښې داسې ډوب دے چې هډو دا خیال هم نهٔ کوی چې دا دنیا ورانېدل خو هر کله چې وی وی به لېکن اوس هم ټول څیزونه دَ الله تعالیٰ پهٔ اختیار کښې دی ، دَ زمکې دا ټول رونق آبادی اؤ دَ فصلونو اؤ باغونو امدنی ، غلې اؤ مېوې هر څهٔ پهٔ یو باران پورې دی ۔ کهٔ یو کال الله تعالیٰ بارانونه بند کړی نو دَ زمکې ټوله آبادی به ختمه شی اؤ هر طرف ته به خاورې الوزی ۔ نهٔ به دَ خوراک څهٔ درک لګی اؤ نهٔ دَ نور آرام و راحت ۔ بیا دَ تعجب خبره دا ده چې بنیادم پهٔ داسې فانی څیز داسې باور کوی اؤ هغه غالب اؤ قادر مطلق ذات ېٔ هېر کړے دے دَ چا پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې چې دَ آرام و راحت دا ټول اسباب دی ۔ علاوه دَ دې نه بنده ته څهٔ پته ده چې دَ دنیا پهٔ دې عیش و آرام کښې دَ دهٔ حصه څومره ده؟ ډېر خلق ډېر محنت اؤ کوشش کوی اؤ ښهٔ پوهه وی لېکن آرام و راحت ېٔ پهٔ نصیب کښې نهٔ وی دغه شان پهٔ تنګسیا کښې ېٔ عمر ختم شی اؤ دَ خوشحالیٔ مخ ونهٔ وینی اؤ ډېر خلق داسې دی چې هېڅ پوهه اؤ هنر ېٔ نهٔ وی اؤ ډېر کوشش هم نهٔ کوی ۔ بې محنته ورته الله تعالیٰ ډېر مال دولت اؤ دَ دنیا دَ آرام و راحت اسباب جوړ کړی ۔ دې ته چې وګوری نو هغه بنیادم هم چې دَ دین پهٔ معامله کښې ېٔ پهٔ تقدیر باور وی دَ دنیا پهٔ کوشش کښې پهٔ تقدیر باور نهٔ کوی اؤ پهٔ تدبیر کښې لګیا وی پهٔ دې خیال چې ښهٔ تقدیر اکثر دَ کامیاب تدبیر پهٔ ذریعه ښکاره کیږی ۔ دا علم خو الله ته دے چې زمونږ قسمت کښې څهٔ دی لېکن اکثر دَ خراب یا ښهٔ تقدیر شکل دَ خراب ښهٔ تدبیر پهٔ شیشه کښې ښکاری نو ځکه دَ تقدیر پهٔ وجه مونږ تدبیر نهٔ شو پرېښوې ۔ ځکه چې دَ دې نه هېڅوک نهٔ وی خبر چې دَ الله پهٔ نزد نیک بخت دے کهٔ بدبخت ، جنتی دے کهٔ دوزخی ، مفلس دے کهٔ غنی ۔ نو ځکه ظاهری عمل اؤ تدبیر داسې څیزونه دی چې هسې دَ عام عادت پهٔ اعتبار ترېنه دَ تقدیر څهٔ اندازه لګېدے شی ، ګنی اصلی علم خو یو الله ته دے چې دَ ښځې پهٔ ګېډه کښې بچے نر دے کهٔ ښځه ، نیک بخت دے کهٔ بد بخت ، دَ پیدا کېدو نه پس به ېٔ عمر څومره وی؟ اؤ روزی به څنګه ورکوی؟ پهٔ تنګسیا کهٔ پهٔ فراخه دغې ته دَ آیت پهٔ دې ټکړه کښې اشاره ده ”وَ یَعْلَمُ مَا فِی الْاَرْحَام“ ۔ باقی پاتې شوه دَ شیطان دا دوکه چې فی الحال خو دَ دنیا مزې وکړه ، اوس عیش وکړه ، دَ دنیا دَ مزو خوند واخله پهٔ آخر عمر کښې به توبه وباسې ۔ الله تعالیٰ غفور و رحیم دے ۔ ګناهونه به درته معاف کړی ۔ دَ دې ځواب دَ آیت پهٔ دې ټوټه کښې وشو ۔ ”وَ مَا تَدْرِیْ نَفْسٌ مَّا ذَا تَکْسِبُ غَدًاؕ “ (هېڅوک دَ دې نه خبر نهٔ دی چې سبا به څهٔ کوی) اؤ دَ څهٔ کؤلو دپاره به ژوندے هم وی کهٔ نه ، کله به مری اؤ کوم ځائې به مری؟ دَ دې نه هېڅوک نهٔ دی خبر ۔ نو بیا دَ دې څهٔ اعتبار دے چې آخر کښې به دَ ګناهونو نه توبه وباسی اؤ نیک به شی ۔ کهٔ هم دَ دغه ګناهونو پهٔ حالت کښې ېٔ نېټه پوره شی اؤ توبې ویستو ته هډو جوړ نهٔ شی نو بیا ؟ نو دا یقین هېچا ته نهٔ شی کېدے چې بل وخت کښې به توبه وباسی اؤ ګناهونه به ورته معاف شی ۔ دَ دې نه یو الله خبر دے۔

تنبیه: یاد لریٔ دَ غیبو خبرې (پټ څیزونه) به یا دَ احکامو دَ قسم نه وی یا دَ تکوینیاتو دَ قسم نه ۔ بیا دَ تکوینیاتو دَ قسم نه به یا دَ زمانې سره تعلق لری یا دَ ځائې سره ۔ زمانی څیزونه بیا درے قسمه دی ۔ دَ تېرې زمانې پټ څیزونه، دَ راتلونکے زمانې پټ څیزونه ، اؤ دَ موجوده وخت دَ عام نظر نه پټ څیزونه۔ پهٔ دې ټولو قسمونو کښې دَ احکامو دَ قسم نه دَ ټولو پټو څیزونو کلّی علم پېغمبرﷺ ته ورکړې شوے وهٔ ۔

فَلَا یُظْهِرُ عَلٰی غَیْبِهٖ اَحَدًا ۝ اِلَّا مَنِ ارْتَضٰی مِنْ رَّسُوْلٍ ۔ الآیة (سورتِ جن ، رکوع ۲)

نو کلی علم خو پېغمبر علیه السّلام ته ورکړې شوے وهٔ ۔ اؤ دَ هغې جزئیات بیا دَ اُمت عالمانو مرتب کړل ۔ اؤ دَ تکوینیاتو متعلق دَ پټو څیزونو علم الله تعالیٰ ځان دپاره خاص کړے دے ۔ البته دَ هغې دَ متفرقو جزئیاتو علم ېٔ وخت پهٔ وخت ډېرو کسانو ته دَ استعداد مناسب ورکړے دے ۔ رسول اللهﷺ ته پهٔ دې علم کښې هم بې اندازه حصه ورکړې شوے وه ۔ بیا هم کلی علم ېٔ ربّ العالمین دپاره خاص دے ۔ پهٔ دې آیت مبارک کښې چې دَ کومو پنځو څیزونو ذکر دے پهٔ حدیث شریف کښې دې ته مفاتح الغیب وئیلی شوی دی ۔ پهٔ دې پنځو څیزونو کښې دَ تکوینی څیزونو ټولو اقسامو ته اشاره شوے ده ۔ بِاَیِّ اَرْضٍ تَمُوْت کښې غیب مکانی ته اشاره شوے ده ۔ مَا ذَا تَکْسِبُ غَدًا کښې مستقبل غیب زمانی ته اشاره شوه ۔ اؤ پهٔ مَا فِی الْاَرْحَام کښې دَ زمانهٔ حال غیب زمانی ته اشاره شوه ۔ اؤ پهٔ یُنَزِّلُ الْغَیْثَ کښې غالبًا دَ ماضی غیب زمانی ته اشاره ده ۔ چې باران خو اوس کېدونکے معلومیږی خو دَ دې نه څوک نهٔ دی خبر چې پهٔ تېر وخت کښې څهٔ داسې اسباب برابر شوی وو چې پهٔ دې وخت پهٔ دغه مقام باران وورېدو ۔ مور خپل بچے ګېډه کښې ګرځوی خو دا پته ورته نهٔ وی چې دې ګېډه کښې څهٔ دی ۔ هلک دے کهٔ جینۍ ۔ بنیادم ټول راتلونکی حالات معلومؤل غواړی ۔ لېکن دا پته ورته نشته چې سبا به خپله څهٔ کوی۔ اؤ خپله به کله اؤ کوم ځائې کښې مری ۔ دَ دې جهالت اؤ عاجزیٔ سره هم عجیبه خبره ده چې بنیادم دَ دنیا پهٔ مزو کښې داسې غرق وی چې خپل اصلی مالک اؤ هغه ورځ ېٔ هېره ده چې دَ خپل مالک پهٔ مخکښې به دَ خپلو عملونو حساب ورکؤلو ته ولاړ وی ۔ بهرحال دَ دې پنځو څیزونو پهٔ ذکر کښې دَ اکوانِ غیبی کلیاتو ته اشاره ده ۔ دَ ټولو حصر مقصود نهٔ دے ۔ غالبًا دا پنځهٔ څیزونه دلته ځکه بیان شوی دی چې دَ دغې خبرو متعلق چا تپوس کړے وهٔ ۔ لکه حدیث شریف کښې چې دی دَ هغې پهٔ ځواب کښې دا آیت نازل شو ۔ پهٔ سورتِ انعام اؤ سورتِ نمل کښې هم دَ علمِ غیب متعلق څهٔ بیان شوے دے پهٔ هغې هم یو نظر اچؤل ښهٔ دی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ السَّجْدَة مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَلٰثُوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ سجده ، مکه کښې نازل شوے ، دیرش آیتونه اؤ درے رکوع دے ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربان ډېر رحم کؤنکے دے ،

الٓمّٓۚ۝۱

ترجمه: الف ، لام ، میم ۔

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَؕ۝۲

ترجمه: راکوزؤل دَ کتاب ، پهٔ دې کښې هېڅ شک نشته دَ رب العالمین دَ طرف نه دی ، ف۱

ف۱: بېشکه دا مبارک کتاب الله تعالیٰ نازل کړے دے ۔ پهٔ دې کښې هېڅ شک شبه نشته ۔

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ١ۚ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ۝۳

ترجمه: آیا دوی وائی چې دا ېٔ دروغ جوړ کړی؟ داسې نهٔ ده دا خو بالکل حق دے ستا دَ رب دَ طرف نه ، چې وویروې هغه خلق چې نهٔ دے راغلے ورته بل ویرؤنکے ستا نه مخکښې چې دوی سمې لارې ته را واؤړی ، ف۲

ف۲: یعنی دَ کوم کتاب پهٔ ”مِنَ الله“ (یعنی دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه) کېدو کښې چې دَ هېڅ شک ګنجائش نشته ۔ آیا دَ هغې متعلق کافران دا وائی چې دا تا دَ خپله ځانه جوړ کړے دے؟ اؤ (نعوذ بالله) پهٔ الله دروغ جوړوے چې دا الله راستؤلے دے ۔ ډېر افسوس دے کهٔ دوی لږ غوندې هم سوچ کړے وې نو ورته به معلومه شوے وه چې داسې کتاب بنیادم نهٔ شی جوړؤلے ۔ دا دَ الله کلام دے اؤ دې دپاره نازل شوے دے چې دَ زمانو غافل قوم چې بل بېدارؤنکے ورته نهٔ وهٔ راغلے چې دَ غفلت نه بیدار کړی اؤ پهٔ سمه لار ېٔ روان کړی ۔ دَ سوچ خبره دا ده چې بنده خو دَ خپله ځانه هغه خبره جوړوی یا ېٔ جوړؤلے شی دَ کومې نظیر چې پهٔ دغه وخت کښې موجود وی یا دَ کومې خبرې چې دغه ماحول تقاضا کوی ، اؤ خلق ېٔ پهٔ آسانه منلو ته تیار وی ۔ پهٔ یو وطن کښې داسې خبرې کؤل چې دَ سوؤنو کالو خرابو ذهنونو خلاف وی اؤ دَ کومې قبلؤلو ته چې پهٔ ظاهره هېڅوک تیار نهٔ وی اؤ نهٔ ورباندې پهٔ آسانه پوهېدې شی ۔ داسې خبرې کؤل دَ یو هوښیار بنده کار نهٔ دے ۔ البته دَ الله تعالیٰ غالب قدرت کهٔ یو بنده پهٔ داسې سخت کار مقرر کړی اؤ دا ګرانه ذمه واری ورته حواله کړی نو دا بیله خبره ده خو بنده پهٔ خپل عقل فکر هېچرې داسې کار ته غاړه نهٔ ږدی چې ټول قوم دَ ځان خلاف کړی اؤ پهٔ یو سر دَ ټول قوم سره ټکرې وهلو ته تیار شی ۔ نو دَ نبی کریمﷺ غوندې هوښیار بنده چې دښمنان ېٔ هم دَ عقل فکر دَ پوخوالی قائل وو ۔ کهٔ دَ ځانه ېٔ څهٔ خبرې کؤلے نو داسې خبره به ېٔ کړے وه چې قوم ژر قبوله کړے وې اؤ کومه چې دَ قوم دَ عام حالت موافق وې ۔ نو هم دغه خبره دَ یو منصف دپاره پوره دلیل دے ۔ چې دا کلام رسول اللهﷺ پهٔ خپل خواهش نهٔ دے جوړ کړے ۔ بلکې یو قادر اؤ توانا ذات ورته دا مشکل کار حواله کړے دے۔

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ١ؕ مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا شَفِیْعٍ١ؕ اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ۝۴

ترجمه: الله دے چا چې جوړ کړی آسمانونه اؤ زمکه، اؤ څهٔ چې دَ دې دواړو ترمینځه دی پهٔ شپږ ورځې کښې، بیا قائم شو پهٔ عرش باندې، ف۳ هېڅوک نشته دَ هغهٔ نه سوا ستاسو دپاره ملګرے اؤ نهٔ سفارشی ، نو آیا تاسو (بیا هم) فکر نهٔ کویٔ، ف۴

ف۳: هم دغه شان یو آیت پهٔ سورتِ اعراف کښې دَ اتمې پارې پهٔ آخر کښې تېر شوے دے، دَ هغې تفسیر وګوریٔ۔

ف۴: یعنی تاسو دومره سوچ هم نهٔ کویٔ چې دَ الله استازے دروغژن وګڼیٔ نو خلاصېږیٔ به چرته؟ پهٔ ټوله زمکه اؤ آسمانونو خو دَ عرش نه تر فرشه دَ الله حکومت دے ۔ کهٔ راوېٔ نیولیٔ نو هېڅوک مو امداد نهٔ شی کؤلے ۔

یُدَبِّرُ الْاَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ اِلَی الْاَرْضِ ثُمَّ یَعْرُجُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗۤ اَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ۝۵

ترجمه: پهٔ تدبیر راکوزوی کار دَ آسمان نه تر زمکې ۔ بیا خیژوی دغه کار هغهٔ ته پهٔ داسې ورځ چې دَ هغې اندازه زر کاله ده ۔ ستاسو پهٔ حساب ۔ ف۵

ف۵: دَ غټو غټو اؤ اهمو کارونو دَ انتظام دپاره دَ عرشِ عظیم نه حکم راشی، نو ټول حسّی اؤ معنوی ظاهری اؤ پټ اسباب پهٔ زمکه اؤ آسمانونو کښې دَ هغې کارونو پهٔ پوره کؤلو کښې لګیا شی ۔ اؤ دغه شان دا کارونه دَ الله تعالیٰ دَ حکمت اؤ ارادې مطابق مسلسل روان وی ۔ پهٔ ډېره زمانه پس دغه انتظام ختم شی اؤ دَ بل شان انتظام حکم وشی نو بیا دنیا پهٔ هغه رنګ روانه شی ۔ لکه دَ لویو لویو پېغمبرانو اثر چې تر ډېرې مودې پهٔ دنیا روان وی ۔ یا دَ یو لوی قوم حکومت اؤ بادشاهی چې تر زوګونو کالو دَ یو نسل نه پهٔ بل نسل کښې روانه وی (دغه زر کاله دَ الله پهٔ نزد دَ یوې ورځې برابر دی۔ (موضح) )

(۲) مجاهدؒ فرمائی چې الله تعالیٰ دَ زرو کالو دَ انتظام حکمونه فرښتو ته پهٔ یو ځائې را استوی اؤ چې دغه پوره شی نو بیا دَ نورو زرو کالو را استوی دغه طریقه دغه شان تر قیامته جاری ده ۔ دغه دَ دنیا زر کاله دَ الله پهٔ نزد یوه ورځ ده ۔

(۳) ځنو مفسرانو ېٔ دا مطلب بیان کړے دے چې دَ الله حکم چې دَ عرش نه فرښتو ته راشی اؤ دَ هغې متعلق پهٔ دنیا کښې څهٔ کارونه وشی نو هغه دَ اعمالو پهٔ دفتر کښې لیکلو دپاره بیا دَ دنیا نه آسمان ته خیژؤلے شی اؤ دَ زمکې نه تر آسمانه پهٔ عام رفتار دَ زرو کالو مزل دے کوم چې دَ الله پهٔ نزد دَ یوې ورځې برابر دے ۔ مزل خو دومره دے ، دا بیله خبره ده کهٔ فرښته ېٔ پهٔ یوه ګهنټه یا کم زیات وخت کښې وکړی۔

(۴) ځنو مفسرینو ېٔ دا مطلب بیان کړے دے چې الله تعالیٰ پهٔ دنیا کښې کوم نظام جاری کؤل غواړی نو پهٔ عالمِ اسباب کښې دَ هغې ابتدائی انتظام زر کاله مخکښې شروع شی ۔ بیا هغه دَ الله تعالیٰ دَ کامل حکمت مطابق پهٔ مختلفو دورونو تیریږی ، مختلف شکلونه اختیار کړی اؤ آخر دَ کمال انتها ته ورسی ۔ پهٔ دغه وخت چې دَ هغې کومې علامې اؤ نتیجې ښکاره شی هغه دَ الله پهٔ دربار کښې پیش کؤلو دپاره آسمان ته خیژی (اؤ دَ زمکې نه تر آسمانه پهٔ عام رفتار دَ زرو کالو مزل دے چې دَ الله پهٔ نزد دَ یوې ورځې برابر دے)

(۵) ځنو مفسرینو دلته دَ یوم نه دَ قیامت ورځ مراد کړے ده ۔ یعنی الله تعالیٰ دَ آسمانونو نه تر زمکې ټول انتظام کوی، بیا یوه ورځ به داسې راشی چې دا ټوله قصه به ختمه شی ۔ دا دنیا به ورانه شی اؤ دا ټول مخلوق به دَ الله پهٔ دربار کښې آخری فیصلې دپاره پیش شی ۔ دغې ورځې ته قیامت وائی ۔ دغه یوه ورځ به دومره وږده وی لکه دَ دنیا زر کاله ۔ بهرحال ”فِیْ یُوْمٍ“ چا دَ ”یُدَبِّرُ“ سره متعلق کړے دے چا دَ ”یَعْرُج “ سره اؤ چا دَ دواړو سره ۔ والله اعلم ۔

ذٰلِكَ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُۙ۝۶

ترجمه: هم دغه دے خبردار پهٔ هر پټ اؤ څرګند (څیز) زبردست ډېر رحم کؤنکے، ف۶

ف۶: یعنی داسې عظیم انتظام اؤ داسې لوی لوی کارونه کؤل دَ هغه ذات کار دے چې دَ پټ اؤ څرګند هر څیز نه خبر ، زبردست اؤ رحم کؤنکے دے ۔

الَّذِیْۤ اَحْسَنَ كُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ وَ بَدَاَ خَلْقَ الْاِنْسَانِ مِنْ طِیْنٍۚ۝۷

ترجمه: چا چې ښهٔ جوړ کړو کوم شے، چې ېٔ جوړ کړو، اؤ شروع ېٔ کړو پیداوښت دَ بنیادم دَ خټې نه ،

ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهٗ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍۚ۝۸

ترجمه: بیا ېٔ پیدا کړو دَ هغهٔ اولاد دَ نچوړ شویو بې قدره اوبو نه ۔ ف۷

ف۷: یعنی نطفه کښې دَ ډېرو خوراکونو نچوړ دے ۔

ثُمَّ سَوّٰىهُ وَ نَفَخَ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِهٖ وَ جَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَ الْاَبْصَارَ وَ الْاَفْـِٕدَةَ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ۝۹

ترجمه: بیا ېٔ برابر کړو ف۸ اؤ واېٔ چؤلو پکښې خپل روح ف۹ اؤ جوړ ېٔ کړل تاسو ته غوږونه اؤ سترګې اؤ زړهٔ ، (خو بیا هم) تاسو ډېر کم شکر وباسیٔ۔ ف۱۰

ف۸: یعنی شکل صورت اؤ اندامونه ېٔ ورته ډېر موزون اؤ مناسب جوړ کړل ۔

ف۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ، ټول مخلوق دَ الله مال دے خو چا ته ېٔ چې عزت ورکؤلو هغهٔ ته ېٔ خپل مال ووې لکه فرمائی: اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطَانٌ (زما پهٔ بندیانو ستاسو څهٔ وس نشته)

حالانکې ټول بنیادم دَ الله بندیان دی خو چې څوک ورته نژدے وو صرف هغوی ته ېٔ خپل بندیان ووې نو پهٔ بنیادم کښې روح دَ عالمِ غیب نه راغلے دے (روح ېٔ دَ خاورې اؤ اوبو نه نهٔ دے جوړ) نو دَ روح نسبت ېٔ ځان ته وکړو ۔ ګنی کهٔ دَ الله دَ روح دا مطلب واخستې شی لکه څنګه چې دَ بنده روح وی ۔ نو روح پهٔ هر یو بدن کښې چې وی دا بدن مرکب شو اؤ چې مرکب شو نو حادث (فانی) شو ۔ نو هغه بیا ذاتِ پاک دَ واجب الوجوب څنګه شو؟ (یعنی دا نسبت ېٔ الله ته دَ بنیادم دَ عزت زیاتؤلو دپاره شوے دے) دا مطلب ېٔ نهٔ دے چې الله ورکښې دَ خپل روح نه روح واچؤلو۔ (معاذ الله)

ف۱۰: یعنی الله تعالیٰ درته دَ غوږونو اؤ سترګو غوندې عظیم نعمت درکړو نو دَ دې احسان پهٔ شکریه کښې تاسو ته پکار وو چې پهٔ سترګو مو دَ الله دَ قدرت نخښو ته پهٔ غور کتلے وې ، پهٔ غوږو مو دَ الله احکام پهٔ توجه اؤ شوق اورېدلے وې اؤ پهٔ زړهٔ کښې مو ځائې ورکړے وې اؤ عمل ته مو پرې ځان تیار کړے وې ، لېکن (۱) تاسو ډېر کم شکر کویٔ یا (۲) پهٔ تاسو کښې شکرګذار ډېر کم دی ۔ زیات ناشکره اؤ منکر دی ۔

وَ قَالُوْۤا ءَاِذَا ضَلَلْنَا فِی الْاَرْضِ ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ١ؕ۬ بَلْ هُمْ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ كٰفِرُوْنَ۝۱۰

ترجمه: اؤ وائی چې کله مونږ ګډ وډ شو (ورک) پهٔ زمکه کښې نو آیا بیا به دَ نوی سره پیدا کؤلی شو؟ هېڅ هم نهٔ ده خو دوی دَ خپل رب سره ملاقات نه منکر دی۔ ف۱۱

ف۱۱: یعنی دې ته فکر نهٔ کوی چې الله تعالیٰ اول بنیادم دَ خاورې نه پیدا کړے دے اؤ دا شکونه کوی چې دَ مرګ نه پس مونږ خاورې سره خاورې شو نو بیا به مو الله څنګه ژوندی کړی؟ بلکې شک ېٔ هم نهٔ دے، دَ دوباره ژوند نه صاف منکر دی چې بیا ژوندی کېدل نشته ۔ (نو دومره سوچ نهٔ کوی چې پهٔ خاوره کښې دَ بنیادم بوئی هم نهٔ وهٔ ، اؤ الله تعالیٰ ترېنه بنیادم جوړ کړو نو اوس خو ورکښې دَ ستاسو دَ هډوکیو اؤ غوښې اجزاء ګډ شوی دی ۔ نو آیا هغه الله چې دَ نشت نه ېٔ تاسو وړومبی ځل پیدا کړیٔ نو دَ مرګ نه پس مو بیا نهٔ شی پیدا کؤلے؟)

قُلْ یَتَوَفّٰىكُمْ مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِیْ وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ۠۝۱۱

ترجمه: تهٔ ورته ووایه قبضه کوی تاسو دَ مرګ هغه فرښته چې پهٔ تاسو مقرر شوے ده۔ بیا به خپل رب ته راګرځیٔ ۔ ف۱۲

ف۱۲: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی یعنی تاسو خو بنیادم تش جسم ته واییٔ چې پهٔ خاوره کښې ګډ شو داسې نهٔ ده پهٔ حقیقت کښې بنیادم هغه روح دے چې فرښتې ېٔ وړی اؤ بالکل فنا کیږی نه ۔

وَ لَوْ تَرٰۤی اِذِ الْمُجْرِمُوْنَ نَاكِسُوْا رُءُوْسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ؕ رَبَّنَاۤ اَبْصَرْنَا وَ سَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا اِنَّا مُوْقِنُوْنَ۝۱۲

ترجمه: اؤ کهٔ تهٔ ووینې کوم وخت چې به مجرمانو سرونه ټیټ کړی وی دَ خپل رب پهٔ مخکښې ، ف۱۳ اے ربه مونږ ولیدل اؤ مونږ واؤرېدل نو اوس مونږ بیا واستوه دنیا ته چې نیک کارونه وکړو (اوس) زمونږ یقین وشو، ف۱۴

ف۱۳: یعنی دَ شرمه اؤ افسوس نه به سر پورته کؤلے نهٔ شی ، سترګې به ېٔ ټیټې نیولی وی اؤ ښکته سرونه به ولاړ وی ۔

ف۱۴: یعنی مونږ اوس خبر شو چې پېغمبرانو څهٔ وې هغه رښتیا وو ، پهٔ خپلو سترګو مو ولیدل نو یقین مو وشو چې دَ الله سره صرف نیک عمل پکاریږی نو مونږ یو ځل بیا دنیا ته واستوه بیا وګوره چې مونږ څنګه نیک کارونه کوؤ ۔

وَ لَوْ شِئْنَا لَاٰتَیْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدٰىهَا وَ لٰكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّیْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْنَ۝۱۳

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ غوښتے نو ښیٔلې به مو وه هر بنده ته دَ هغهٔ سمه لار، لېکن پخه شوے ده زما خبره ، چې ضرور به ډکؤم دوزخ دَ پېریانو اؤ بنیادمو نه پهٔ یو ځائې ۔ ف۱۵

ف۱۵: بل ځائې کښې ارشاد دے: وَ لَوْ رُدُّوْا لَعَادُوْا لِمَا نُهُوْا عَنْهُ اِنَّهُمْ لَکَاذِبُوْنَ (سورتِ انعام ، رکوع ۳) (دا دروغژن دی کهٔ بیا مو دنیا ته واستؤل نو بیا به هم هغه کارونه کوی دَ کومو نه چې منع شوی وو اؤ نیکی به هرګز ونهٔ کړی) دَ دوی فطرت داسې دے چې دَ شیطان خبرې اوری اؤ دَ الله دَ رحمت نه تښتی ۔ بېشکه زمونږ دا قدرت شته کهٔ داسې مو غوښتے نو ټول بنیادم به مو پهٔ سمې لارې راړؤلی وو لېکن پهٔ زور ټول مخلوق پهٔ یوه لاره کؤل دَ حکمت نه خلاف وو نو هغه خبره ضرور پوره کېدونکے ده کومه چې دَ ابلیس دَ وعدې پهٔ ځواب کښې مونږ کړے وه چې هغهٔ وئیلی وو ۔ لَاُغْوِیَنَّھُمْ اَجْمَعِیْنَ اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ (زهٔ به دا بنیادم ټول ګمراه کړم بې دَ ستا دَ خاصو مخلصو بندیانو نه (چې هغه زما پهٔ قبضه کښې نهٔ راځی) نو مونږ ورته پهٔ ځواب کښې ووې ۔ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ اَقُوْلُ لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَ مِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ اَجْمَعِیْنَ۝

(دا حق ده اؤ زهٔ حق خبره کوم چې ضرور به ډک کړم جهنّم پهٔ تا اؤ ستا پهٔ تابعدارو ټولو) معلومه شوه چې دلته دَ جنّ و انس نه شیطان اؤ دَ هغهٔ تابعدار مراد دی چې دوزخ به ترې ډکیږی ۔

فَذُوْقُوْا بِمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا١ۚ اِنَّا نَسِیْنٰكُمْ وَ ذُوْقُوْا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۱۴

ترجمه: نو اوس ېٔ خوند وڅکیٔ څنګه چې تاسو هېر کړے وهٔ دَ خپلې دې ورځې ملاقات ، ما هم هېر کړیٔ ، ف۱۶ اوس څکیٔ خوند دَ ټول عمری عذاب دَ خپلو عملونو پهٔ بدله کښې۔

ف۱۶: یعنی څنګه چې تاسو زما احکام هېر کړی وو دغه شان ما هم نن تاسو هېر کړیٔ ، رحم درباندې نهٔ کوم همېشه به پهٔ عذاب کښې پراتهٔ ییٔ ، خلاصې مو نشته ۔ مخکښې بیا دَ منکرانو مقابله کښې دَ مؤمنانو حالت بیانیږی ۔

اِنَّمَا یُؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِهَا خَرُّوْا سُجَّدًا وَّ سَبَّحُوْا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ هُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ۩۝۱۵

ترجمه: اؤ زمونږ پهٔ خبرو هغه کسان یقین کوی چا ته چې واورؤلے شی دا خبرې نو پهٔ سجده پرېوځی اؤ تسبیح وائی اؤ خوبیٔ بیانوی دَ خپل رب اؤ هغوی لوئی نهٔ کوی ۔ ف۱۷

ف۱۷: یعنی دَ الله دَ ویرې ډېر پهٔ اخلاص پهٔ سجده پرېوځی ، پهٔ ژبه حمد و تسبیح وائی اؤ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ څهٔ لوئی اؤ دَ کبر خبره نهٔ راځی چې دَ الله دَ عبادت نه ېٔ منع کړی ۔

تَتَجَافٰی جُنُوْبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَّ طَمَعًا١٘ وَّ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ۝۱۶

ترجمه: جدا کیږی دَ هغوی اړخونه دَ وودهٔ کېدو دَ ځائې نه ف۱۸ سوالونه کوی خپل رب ته پهٔ ویره ویره اؤ دَ قبلېدو پهٔ طمع ف۱۹ اؤ زمونږ دَ ورکړی رزق نه خرچ کوی (دَ الله پهٔ لار کښې)

ف۱۸: یعنی دَ ګرمې بسترې نه پهٔ شپه کښې پاڅی دَ الله عبادت ته ودریږی (دَ تهجدو نمانځهٔ ته اشاره ده) څنګه چې دَ حدیثو نه معلومیږی اؤ ځنو ترېنه دَ سحر یا نمازخفوتن نمونځ مراد کړے دے ، چا ترېنه دَ نماښام نمازخفوتن ترمینځه نفل مراد کړی دی ۔ اګرچې الفاظو کښې ګنجائش دَ دې هم شته خو راجح وړومبے تفسیر دے ۔

ف۱۹: شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ الله نه ویره اؤ طمع بده نهٔ ده ، دَ دنیا دَ ښېګړې طمع وی کهٔ دَ آخرت اؤ پهٔ دغه طمع کهٔ عبادت کوی نو قبول دے ۔ البته کهٔ دَ بل چا دَ ویرې یا طمعې پهٔ وجه عبادت کوی نو مقبول نهٔ دے دا ریا ده ۔

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّاۤ اُخْفِیَ لَهُمْ مِّنْ قُرَّةِ اَعْیُنٍ١ۚ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۷

ترجمه: نو هېڅ نهٔ دے خبر بنده چې ما پټ یٔښې دوی ته دَ سترګو یخوالې پهٔ بدله دَ هغه (ښو) کارونو کښې چې دوی کؤل، ف۲۰

ف۲۰: یعنی څنګه چې دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې دَ خلقو نه پټ اؤ دَ ریا نه پاک عبادت کوی دغه شان به الله تعالیٰ هم دَ دې پهٔ بدل کښې هغه پټ نعمتونه ورکړی چې حقیقت ېٔ هېچا ته نهٔ دے معلوم چې نهٔ چا داسې نعمتونه لیدلی دی اؤ نهٔ ېٔ اورېدلی دی ۔ دا نعمتونه چې ووینی نو ټټر (زړهٔ) به ېٔ یخ شی اؤ ډېر به خوشحاله شی ۔ حدیث شریف دے ۔

الله تعالیٰ فرمائی ما خپلو بندګانو دپاره پهٔ جنّت کښې داسې نعمتونه پټ یٔښی دی چې نهٔ چا پهٔ سترګو لیدلی دی ، نهٔ ېٔ پهٔ غوږو اورېدلی دی اؤ نهٔ ېٔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې خیال تېر شوے دے ۔ (علامه عثمانی فرمائی) سر سیّد وغېره دَ دې حدیث پهٔ وجه دَ جسمانی نعمتونو نه انکار کړے دے (صرف دَ روحانی تسکین قائل دی) دَ دې پهٔ ځواب کښې زما یو مضمون دَ ”ھدیه سَنِیَّه“ پهٔ نوم چهاپ شوے دے هغه وګوریٔ ۔

اَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا١ؔؕ لَا یَسْتَوٗنَؐ۝۱۸

ترجمه: آیا څوک چې ایماندار دی هغه برابر دی؟ دَ نافرمانو سره؟ نهٔ دی برابر، ف۲۱

ف۲۱: یعنی کهٔ دَ یو ایماندار اؤ بې ایمانه انجام یو شان شی نو دا به غټ ظلم وی اؤ لویه بې انصافی ۔ نو دا ممکنه نهٔ ده ضرور به دَ دواړو انجام بیل بیل وی ۔

اَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَلَهُمْ جَنّٰتُ الْمَاْوٰی١٘ نُزُلًۢا بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۝۱۹

ترجمه: نو کومو کسانو چې ایمان راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، دَ هغوی دَ وسېدو دپاره باغونه دی ، میلمستیا دَ هغه کارونو چې دوی کؤل، ف۲۲

ف۲۲: یعنی دَ الله پهٔ فضل به دَ مؤمن عمل دَ هغهٔ پهٔ جنّت کښې دَ میلمستیا سبب وګرځی ۔

وَ اَمَّا الَّذِیْنَ فَسَقُوْا فَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ١ؕ كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَاۤ اُعِیْدُوْا فِیْهَا وَ قِیْلَ لَهُمْ ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ۝۲۰

ترجمه: اؤ کومو کسانو چې نافرمانی وکړه دَ هغوی ځائې اور دے ۔ کله چې دوی وغواړی چې دَ دې نه ووځې ، بیا به پکښې واپس کړی شی ، اؤ ورته به ووئیلی شی چې خوند څکیٔ دَ هغه اور دَ عذاب چې تاسو به دروغ ګڼلو، ف۲۳

ف۲۳: کله کله به دَ اور لمبې دوزخیان دروازې ته دیکه کړی پهٔ دغه وخت به شاید چې دوی دَ تښتېدو کوشش کوی نو فرښتې به ېٔ بیا مینځ ته ور وغورزوی چې ځیٔ چرته دَ خپل عمل خوند وڅکیٔ ۔ (الله دې امان راکړی)

وَ لَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنَ الْعَذَابِ الْاَدْنٰی دُوْنَ الْعَذَابِ الْاَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ۝۲۱

ترجمه: اؤ البته خوند به پهٔ دوی وڅکوؤ دَ لږ عذاب (دنیا کښې) علاوه دَ هغه غټ عذاب نه ، چې دوی رجوع وکړی، ف۲۴

ف۲۴: یعنی دَ آخرت دَ عذاب نه مخکښې پهٔ دنیا کښې هم ورته دَ عذاب لږه نمونه ښیو چې کهٔ چا ته الله توفیق ورکړی دَ عذاب نه اؤ وویریږی اؤ الله ته رجوع وکړی ۔ پهٔ دنیا کښې دَ عذاب نمونه دغه ناجوړتیا ، قحط ، قتل ، قید اؤ دَ مال یا اولاد تباهی وغېره ده ۔

وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ثُمَّ اَعْرَضَ عَنْهَا١ؕ اِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِیْنَ مُنْتَقِمُوْنَ۠۝۲۲

ترجمه: اؤ څوک به زیات بې انصافه وی دَ هغه چا نه چې پوهه کړې شی دَ رب خپل پهٔ آیتونو نو دې ترې مخ واړوی ، ف۲۵ مونږ به ضرور دَ دې مجرمانو نه بدله اخلو ، ف۲۶

ف۲۵: یعنی دَ پوهې نه پس بیا واپس وګرځېدو اؤ قبول ېٔ نهٔ کړو ۔

ف۲۶: یعنی هر کله چې دَ ټولو مجرمانو نه بدله اخلو نو دا دَ ټولو نه زیات مجرم به څنګه بچ شی؟ مخکښې رسولِ خداﷺ ته تسلّی ورکؤلے شی چې تهٔ دَ دوی پهٔ دې ظلم اؤ دَ ایمان نه اعراض کؤلو باندې خفه کېږه مه ۔ له تا نه مخکښې مونږ موسٰیؑ ته هم داسې کتاب ورکړے وهٔ چې دَ بنی اسرائیلو دپاره هدایت وهٔ اؤ دَ هغې پهٔ پیرویٔ کؤنکیو کښې لوی لوی رهنمایان اؤ دَ دین امامان تېر شوی وو تا ته هم یو عظیم الشان کتاب درکړې شو ، دَ دې نه به هم ډېر مخلوق هدایت حاصل کړی اؤ ستا پهٔ امت کښې به دَ بنی اسرائیلو نه ډېر لوی لوی سرداران اؤ رهنمایان اؤ دَ دین امامان پیدا شی ، باقی پاتی شو دا کافران ، نو دَ دوی معامله الله ته وسپاره هغه به ورسره خپله فیصله کوی ۔

وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَلَا تَكُنْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآىِٕهٖ وَ جَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَۚ۝۲۳

ترجمه: اؤ مونږ ورکړے دے موسٰی ته کتاب ، نو تهٔ شک مهٔ کوه دَ هغهٔ پهٔ ملاقات کښې ، ف۲۷ اؤ ګرځؤلے وهٔ مونږ (دغه کتاب) هدایت دَ بنی اسرائیلو دپاره ،

ف۲۷: دا ترمینځه جمله معترضه ده یعنی (۱) بېشکه مونږ موسٰیؑ ته کتاب ورکړے وهٔ اؤ تا ته مو هم دغه شان دَ هدایت کتاب درکړے دے پهٔ دې کښې هم هېڅ شک اؤ شبهه نشته ۔ یا (۲) دَ موسٰیؑ دَ ذکر پهٔ وجه وفرمائیلې شو چې دَ معراج پهٔ شپه چې تا دَ موسٰیؑ سره ملاقات کړے وهٔ دا یو حقیقت اؤ صحیح واقعه ده ۔ څهٔ نظر بندی یا دهوکه یا غلط فهمی نهٔ وه پهٔ دې کښې څهٔ شک نهٔ دے پکار ۔

وَ جَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا١ؕ۫ وَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یُوْقِنُوْنَ۝۲۴

ترجمه: اؤ جوړ کړی مو وو پهٔ دوی کښې راهنمایان چې پهٔ سمه لار ېٔ روانؤل خلق زمونږ پهٔ حکم تر څو چې ېٔ صبر کؤلو ف۲۸ اؤ زمونږ پهٔ آیتونو ېٔ یقین وهٔ ، ف۲۹

ف۲۸: یعنی تر څو چې ېٔ دَ دنیا پهٔ سختیو یا دَ منکرانو دَ سختیو پهٔ مقابله کښې صبر کؤلو اؤ ثابت قدم وو ۔

ف۲۹: یعنی مسلمانان دې هم دَ الله پهٔ وعدو یقین کوی اؤ پهٔ سختیو دې صبر کوی اؤ پهٔ خپل کار کښې دې ثابت قدم وسی نو پهٔ دوی به هم الله پاک دغه شان فضل وکړی لکه پهٔ بنی اسرائیلو چې ېٔ کړے وهٔ ۔

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۝۲۵

ترجمه: بېشکه هم ستا رب به فیصله کوی دَ دوی ترمینځه دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ کومو خبرو کښې چې دوی اختلاف کوی ، ف۳۰

ف۳۰: یعنی دَ اهلِ حق اؤ اهلِ باطل ترمینځه به آخری اؤ قطعی فیصله دَ قیامت پهٔ ورځ دَ الله پهٔ دربار کښې کیږی ۔ البته پهٔ دنیا کښې ېٔ هم څهٔ لږه نمونه ښیٔلی شی چې بنده ترې سبق واخلی ۔ آیا دَ عاد و ثمود تباه شوے کنډرې دې مشرکانو نهٔ دی لیدلی؟ چې دَ شام پهٔ سفر کښې دَ دوی پهٔ لار کښې راځی۔ آیا دَ دغه قومونو دَ تباهیٔ قصې دوی نهٔ دی اورېدلی؟ عجیبه ده چې دغه کنډرې وینی اؤ دغه قصې اوری بیا هم ترېنه عبرت نهٔ اخلی اؤ دَ کفر اؤ شرک نه نهٔ اوړی ، دَ تباهیٔ نه ځان نهٔ بچ کوی ۔

اَوَ لَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ١ؕ اَفَلَا یَسْمَعُوْنَ۝۲۶

ترجمه: آیا دوی ته سمه لار معلومه نهٔ شوه پهٔ دې خبره چې څومره قومونه مونږ تباه کړل دَ دوی نه مخکښې ۔ چې ګرځی دوی دَ هغوی پهٔ ځایونو کښې ، بېشکه پهٔ دې کښې ډېرې نخښې دی ، آیا دوی نهٔ اوری؟ ف۳۱

ف۳۱: یعنی دَ باران یا نهرونو اؤ دریابونو اوبهٔ ۔

اَوَ لَمْ یَرَوْا اَنَّا نَسُوْقُ الْمَآءَ اِلَی الْاَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا تَاْكُلُ مِنْهُ اَنْعَامُهُمْ وَ اَنْفُسُهُمْ١ؕ اَفَلَا یُبْصِرُوْنَ۝۲۷

ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی چې مونږ شړو اوبهٔ شاړې زمکې ته ، ف۳۲ نو بیا راټوکوؤ پهٔ دې اوبو فصلونه چې خوری ترېنه څاروی اؤ دوی خپله (هم) نو آیا دوی نهٔ وینی، ف۳۳

ف۳۲: دَ ”اَرْضِ جُرُز“ نه هره شاړه زمکه مراد ده ۔ ځنو مفسرانو ترېنه خاص دَ مصر زمکه مراد کړے ده اؤ دَ اوبو نه دَ نیل دریاب اوبهٔ ۔ دَ دې تخصیص څهٔ خاص ضرورت نشته لکه ابنِ کثیرؒ چې فرمائیلی دی ۔

ف۳۳: یعنی دَ قدرت دَ دې عظیمو نښانو پهٔ لیدو پکار ده چې دَ الله تعالیٰ دَ رحمت اؤ قدرت قائل شوے وې ، دَ دې نعمت شکر ېٔ ادا کړے وې اؤ پوهه شوے وې چې څنګه دا مړه زمکه ژوندیٔ کوی اؤ پهٔ شاړه میره کښې تازه شنهٔ بوټی راټوکوی دغه شان بنیادم هم دَ مرګ نه پس بیا ژوندی کؤلے شی ۔

وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْفَتْحُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۲۸

ترجمه: اؤ دا خلق وائی کله به وی دغه فیصله کهٔ تاسو رښتونی ییٔ؟ ف۳۴

ف۳۴: اول ېٔ فرمائیلی وو چې دا فیصله به دَ قیامت پهٔ ورځ کیږی ۔ پهٔ دې به کافرو وې چې قیامت قیامت ستایٔې نو دا راته وښیه چې دا قیامت به وی کله؟ چې زمونږ فیصله به کیږی ۔ مطلب ېٔ دا وهٔ چې هسې دپکے کوې قیامت قیامت نشته ۔

قُلْ یَوْمَ الْفَتْحِ لَا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِیْمَانُهُمْ وَ لَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ۝۲۹

ترجمه: تهٔ ورته ووایه دَ فیصلې پهٔ ورځ به څهٔ فائده نهٔ ورکوی منکرانو ته دَ هغوی ایمان راؤړل اؤ نهٔ به ورته مهلت ورکؤلے شی ، ف۳۵

ف۳۵: یعنی اوس موقع ده چې دَ الله اؤ رسولﷺ خبره ومنیٔ اؤ دَ دغه ورځې دَ سختیو نه ځان بچ کړیٔ ۔ کهٔ دغه ورځ درباندې راغله نو بیا به ایمان راوړل څهٔ فائده نهٔ درکوی اؤ نهٔ به څهٔ مهلت درکؤلے شی چې ځان سم کړې شیٔ ۔ دغه مهلت نه اوس فائده واخلیٔ اؤ دَ دغې ورځې دَ راتلو نه وړاندې ځان سم کړیٔ چې دَ عذاب نه خلاص شیٔ ، هسې پهٔ ټوقو مسخرو وخت مهٔ خرابویٔ ۔ دغه ورځ یقینی راتلونکے ده اؤ خامخا به راځی ۔ دَ چا پهٔ وینا وړاندې وروستو کېدے نهٔ شی پهٔ مقرر وخت به راځی ۔ نو دا تپوسونه هسې فضول دی چې کله به وی؟ اؤ کله به فیصله کیږی؟

فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَ انْتَظِرْ اِنَّهُمْ مُّنْتَظِرُوْنَ۠۝۳۰

ترجمه: نو دَ دوی خیال پرېږده اؤ انتظار کوه هغوی هم پهٔ انتظار دی ۔ ف۳۶

ف۳۶: یعنی څوک چې داسې بې حسه دی چې دَ چا پهٔ خبره هډو یقین نهٔ کوی اؤ سره دَ مجرم کېدو ورسره دَ سزا هم غم نشته ۔ دَ سزا پهٔ ورځ پورې خندا کوی نو دَ داسې کسانو نه دَ سمېدو څهٔ طمع ده؟ نو تهٔ خپل دَ تبلیغ فرض پوره کوه اؤ دَ دوی دَ خبرو څهٔ فکر مهٔ کوه ۔ اؤ دَ دوی دَ تباهیٔ انتظار کوه څنګه چې دوی پهٔ خپل خیال دَ ستا دَ تباهیٔ پهٔ انتظار دی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الْاَحْزَاب مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَلٰثٌ وَّ سَبْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ تِسْعُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورت احزاب ، مدینه کښې نازل شوے ، درے اویا (۷۳) آیتونه اؤ نههٔ (۹) رکوع دے۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اتَّقِ اللّٰهَ وَ لَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَ الْمُنٰفِقِیْنَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًاۙ۝۱

ترجمه: اے نبی! یرېږه دَ الله نه اؤ خبره مهٔ منه دَ کافرانو اؤ منافقانو ، بېشکه الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے دَ حکمتونو خاوند ،

وَّ اتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًاۙ۝۲

ترجمه: اؤ تابعداری کوه دَ هغه حکم چې راستؤلے شی تا ته دَ خپل رب له طرف نه ، بېشکه الله ستاسو پهٔ کارونو ښهٔ خبر دے ۔

وَّ تَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ١ؕ وَ كَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا۝۳

ترجمه: اؤ توکّل کوه پهٔ الله اؤ کافی دے الله کارساز ، ف۱

ف۱: یعنی څنګه چې تر اوسه راغلے ئ دغه شان همېشه دپاره یو دَ رب نه ویره کوه اؤ دَ کافرانو اؤ منافقانو دَ خبرو هېڅ پرواه مهٔ کوه ۔ دا ټول کهٔ پهٔ جمع هر څومره سازشونه وکړی دَ دروغو مطالبې درباندې منظورؤل غواړی اؤ پهٔ ټګیٔ ټوریٔ دې خپل خپل ځان ته را اړوی نو تهٔ دَ دوی خبرو ته غوږ مهٔ ږده بلکې خپل رب ته توجه کوه اؤ دَ هغهٔ دَ طرف نه چې درته څهٔ حکم راځی پهٔ هغې چلېږه ۔ الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر اؤ دَ حکمتونو خاوند دے نو هغه چې تا ته څهٔ حکم درکوی هغه به دَ حکمت نه ډک اؤ ستا دپاره فائده مند وی ۔ تهٔ چې پهٔ یو الله باور کوے اؤ یو دَ هغهٔ پهٔ حکم چلېږې نو هغه به ستا ټول کارونه سم کړی ۔ یواځې هم دَ الله ذات دَ اعتماد قابل دے ۔ بنیادم ته پکار دی چې پهٔ خپل ټول زړهٔ هغهٔ ته توجه وکړی اؤ چا چې دَ زړهٔ ټوله توجه دَ هغهٔ طرف ته کړه نو بیا به ېٔ دَ بل چا خیال پهٔ زړهٔ کښې نهٔ راځی ۔ ځکه چې زړهٔ خؤ یو دے بل شته نه اؤ هغه یو ټول الله ته متوجّه دے نو دَ بل چا خیال کوم ځائې کښې راشی؟ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې کافرانو ځان ته راړؤلو اؤ منافقانو دا غوښته چې زمونږ پهٔ چال روان شی لېکن دَ پېغمبر توجه ټوله الله طرف ته وه (اؤ پهٔ یو الله ېٔ اعتماد وهٔ نو دَ دوی خبرو پرې کله اثر کؤلے شو؟)

مَا جَعَلَ اللّٰهُ لِرَجُلٍ مِّنْ قَلْبَیْنِ فِیْ جَوْفِهٖ١ۚ وَ مَا جَعَلَ اَزْوَاجَكُمُ الّٰٓـِٔیْ تُظٰهِرُوْنَ مِنْهُنَّ اُمَّهٰتِكُمْ١ۚ وَ مَا جَعَلَ اَدْعِیَآءَكُمْ اَبْنَآءَكُمْ١ؕ ذٰلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِاَفْوَاهِكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یَقُوْلُ الْحَقَّ وَ هُوَ یَهْدِی السَّبِیْلَ۝۴

ترجمه: نهٔ دی یٔښی الله دَ یو سړی دپاره دوه زړونه دَ هغهٔ پهٔ سینه کښې ۔ اؤ نهٔ دی ګرځؤلی الله دَ تاسو هغه ښځې چې تاسو ورته میاندې وواییٔ پهٔ رښتیا میاندې، اؤ نهٔ دی ګرځؤلی الله ستاسو پهٔ خلهٔ جوړ کړی ځامن رښتونی ځامن ، دا ستاسو دَ خپلو خلو خبرې دی ، اؤ الله کوی حق خبرې اؤ هغه ښیٔ سمه لار ۔ ف۲

ف۲: یعنی څنګه چې دَ یو بنده پهٔ سینه کښې دوه زړونه نهٔ وی دغه شان دَ یو بنده دوه خپلې سکه میاندې هم نهٔ وی ۔ دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې دا رواج وهٔ کهٔ چا به خپلې ښځې ته مور ووې نو بیا به ټول عمر دَ هغې نه بیل وهٔ ۔ هغه به ېٔ پهٔ ځان حرامه کړه لکه چې تش دَ خلې پهٔ دې وینا ېٔ هغه پهٔ رښتیا مور شوه اؤ کهٔ چا ته به ېٔ هسې پهٔ خلهٔ ځوئے ووې نو بیا به ېٔ هغه دَ سم ځوی پهٔ شان ګڼلو اؤ ټول تعلق به ېٔ ورسره دغه شان ساتلو ۔

قرآن دَ دې غلط رواج ختمؤلو دپاره دَ لفظی اؤ مصنوعی تعلق اؤ حقیقی تعلق فرق څرګند کړو اؤ دا خراب رواج ېٔ ختم کړو یعنی کهٔ چا ښځې ته هسې پهٔ خلهٔ مور ووې نو هغه پهٔ رښتیا مور نهٔ شوه دَ یو بنده دوه میاندې نهٔ شی کېدے اؤ دغه شان کهٔ چا ته چا پهٔ خلهٔ ځوئے ووې نو دې ېٔ پهٔ رښتیا پلار نهٔ شو ۔ یو پلار خو دَ هغهٔ خپل شته چې ترېنه پیدا دے ۔ کهٔ دې ېٔ هم پلار شو نو دَ یو بنده به دوه پلاران شی چې دې ېٔ پهٔ رښتیا پلار کېدے نهٔ شی نو دَ حقیقی پلار حکم ورباندې جاری کؤل هم جائز نهٔ دی ، دواړو کښې فرق پکار دے ۔

ښځې ته دَ مور وئیلو حکم پهٔ سورتِ تحریم کښې راځی اؤ دَ خلې جوړ ځوی حکم دلته بیانیږی ۔ دَ دې دواړو حکمونو بیانؤلو سره دریٔمه خبره دَ دې دَ واضح کؤلو دپاره شوے ده ، چې ډېرې خبرې داسې دی چې خلق ېٔ پهٔ خلهٔ وائی خو حقیقت کښې داسې نهٔ وی لکه یو سړے کهٔ دَ ډېر مضبوط زړهٔ خاوند وی یا ذهن ېٔ ډېر تیز وی پهٔ یو وخت کښې دوه مختلف کارونه کؤلے شی نو خلق وائی چې دَ فلانی دوه زړونه دی (یا دوه ذهنونه دی) لېکن کهٔ وکتې شی نو پهٔ واقعه کښې ېٔ پهٔ سینه کښې یو زړهٔ وی نو دغه شان پهٔ خلهٔ کهٔ څوک چا ته مور ووائی هغه ېٔ پهٔ حقیقت کښې مور کېدے نهٔ شی یا کهٔ څوک چا ته پهٔ خلهٔ ځوئے ووائی ، پهٔ هغهٔ دَ ځوی ټول احکام نهٔ شی جاری کېدے ۔ نو مصنوعی اؤ حقیقی تعلقات سره ګډ وډ کؤل نهٔ دی پکار ۔

اُدْعُوْهُمْ لِاٰبَآىِٕهِمْ هُوَ اَقْسَطُ عِنْدَ اللّٰهِ١ۚ فَاِنْ لَّمْ تَعْلَمُوْۤا اٰبَآءَهُمْ فَاِخْوَانُكُمْ فِی الدِّیْنِ وَ مَوَالِیْكُمْ١ؕ وَ لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ فِیْمَاۤ اَخْطَاْتُمْ بِهٖ١ۙ وَ لٰكِنْ مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوْبُكُمْ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۝۵

ترجمه: آواز کویٔ دغه دَ خلې ځامنو ته دَ خپلو حقیقی پلارانو پهٔ نسبت سره ، دغه پوره انصاف دے دَ الله پهٔ نزد ، ف۳ بیا کهٔ تاسو ته نهٔ وی معلوم دَ هغوی پلاران نو ستاسو دینی وروڼه اؤ ستاسو ملګری دی، ف۴ اؤ نشته پهٔ تاسو څهٔ ګناه پهٔ کوم کار کښې چې تاسو خطا شیٔ مګر دَ کوم کار چې تاسو دَ زړهٔ نه نیت کړی وی ۔ اؤ دے الله بخښونکے مهربانه ۔ ف۵

ف۳: یعنی انصاف دا دے چې دَ هر چا نسبت خپل حقیقی پلار ته وشی چې دَ فلانی ځوئے ۔ اؤ چا چې ورته هسې پهٔ خلهٔ ځوئے وئیلی وی هغهٔ ته ېٔ نسبت نهٔ دے پکار ۔ هسې کهٔ څوک چا ته دَ مینې نه ځوئے یا دَ عزت نه پلار ووائی نو دا بیله خبره ده ۔ مطلب دا دے چې پهٔ احکامو کښې ېٔ اشتباه نهٔ ده پکار۔ دَ اسلام پهٔ وړومبو ورځو کښې رسول اللهﷺ خپل غلام زید بن حارثهؓ پهٔ ځوی نیولے وهٔ اؤ آزاد کړے ېٔ وهٔ ، نو دَ عربو دَ رواج موافق به هغهٔ ته زید بن محمّدﷺ وئیلی شو چې دا آیت نازل شو ۔ نو بیا زید بن حارثهؓ مشهور شو ۔

ف۴: یعنی کهٔ دَ پلار نوم ېٔ چا ته معلوم نهٔ وی نو بهرحال ستاسو دینی وروڼه اؤ ملګری دی ۔ دَ دې مناسب څهٔ نوم ورته خوښؤل پکار دی ۔ لکه چې رسول اللهﷺ زید بن حارثهؓ ته وئیلی وو ، ”اَنْتَ اَخُوْنَا وَ مَوْلَانَا“۔

ف۵: یعنی کهٔ پهٔ هېره یا پهٔ خطا چا غلط نوم واخستو (یعنی دَ خپل پلار نه علاوه ېٔ بل چا ته نسبت وکړو چې فلانې دَ فلانی ځوئے) نو دَ دې څهٔ ګناه نشته ځکه چې هېر اؤ خطا معاف دی ۔ البته پهٔ قصد وئیل ګناه ده هغه هم چې الله چا ته وغواړی معاف ېٔ کړی ۔

اَلنَّبِیُّ اَوْلٰی بِالْمُؤْمِنِیْنَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ وَ اَزْوَاجُهٗۤ اُمَّهٰتُهُمْ١ؕ وَ اُولُوا الْاَرْحَامِ بَعْضُهُمْ اَوْلٰی بِبَعْضٍ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُهٰجِرِیْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَفْعَلُوْۤا اِلٰۤی اَوْلِیٰٓىِٕكُمْ مَّعْرُوْفًا١ؕ كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا۝۶

ترجمه: دَ نبی سره محبت دے دَ مؤمنانو دَ خپلو ځانونو نه زیات ف۶ اؤ دَ نبی ښځې دَ مؤمنانو میاندې دی۔ ف۷ اؤ رشته داران دَ یو بل سره تعلق لری دَ الله پهٔ حکم کښې زیات دَ نورو مؤمنانو اؤ هجرت کؤنکیو نه مګر دا کهٔ تاسو دَ خپلو ملګریو سره احسان کؤل غواړیٔ ف۸ دا دے حکم لیکلے شوے پهٔ کتاب کښې ۔ ف۹

ف۶: کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ مؤمن ایمان یوه شغله ده دَ هغې عظیمې رڼا کومه چې دَ نبوت نمر پهٔ ټوله دنیا خوره کړے ده ۔ دَ نبّوت نمر رسولِ کریمﷺ دے ۔ نو پهٔ دې بنا کهٔ څوک دَ خپل ایمانی وجود حقیقت لټوی نو دَ خپل وجود نه مخکښې به ورته دَ نبی علیه السّلام دَ وجود معرفت حاصلؤل ضروری وی ۔ پهٔ دې اعتبار مونږ دا وئیلی شو چې دَ نبی علیه السّلام وجود مونږ ته دَ خپل وجود نه زیات نژدے دے ۔ اؤ کهٔ دَ دې روحانی تعلق پهٔ بنا ووئیلی شی چې دَ مؤمنانو دپاره نبیﷺ دَ پلار پهٔ شان دے ، بلکې دَ پلار نه ډېر زیات دے ۔ لکه چې سنن ابو داؤد کښې حدیث شریف دے ۔ ”اِنَّمَا اَنَا لَکُمْ بِمَنْزَلَةِ الْوَالِدِ“ ۔ (زهٔ ستاسو دپاره دَ پلار پهٔ ځائې یم) اؤ دَ حضرت ابّی بن کعبؓ وغېره پهٔ قرأت کښې دې آیت پسې پوه ټوټه بله ده ”وَ هُوَ اَبٌ لَّکُمْ“ (اؤ هغه ستاسو پلار دے، یعنی دَ هغهٔ بیبیانې ستاسو میاندې دی اؤ هغه مو پلار دے) اؤ کهٔ دَ پلار ځوی تعلق ته وکتې شی نو حاصل ېٔ هم دغه دے چې دَ ځوی جسمانی وجود دَ پلار دَ جسمانی وجود نه راوتې دے اؤ پلار دَ هغهٔ جسمانی تربیت کوی اؤ دَ هغهٔ سره ېٔ طبعی مینه اؤ محبت دَ نورو خلقو نه زیات وی ۔ لېکن دَ نبی اؤ اُمتی تعلق دَ دې نه کم نهٔ دے ۔ دَ اُمتی روحانی اؤ ایمانی وجود دَ نبی دَ روحانیت اثر اؤ دَ هغې سیورے وی ۔ اؤ نبی چې پهٔ کومه مینه اؤ شفقت دَ اُمتی روحانی تربیت کوی ۔ مور پلار نه چې ټوله دنیا دَ هغې نظیر نهٔ شی پیش کؤلے ۔ دَ پلار پهٔ واسطه مونږ ته الله تعالیٰ دَ دنیا عارضی ژوند راکړے دے لېکن دَ نبیﷺ پهٔ برکت ابدی اؤ دائمی ژوند حاصلیږی ۔ نبیﷺ پهٔ داسې مهربانیٔ اؤ شفقت زمونږ روحانی تربیت کوی اؤ زمونږ دومره همدرد اؤ خیر خواه دے چې مونږ خپله دَ خپلو ځانونو دومره خیر خواه نهٔ یو ۔ ځکه پېغمبرﷺ ته زمونږ پهٔ ځان اؤ مال کښې دَ تصرّف هغه حق حاصل دے چې بل چا ته نهٔ شی حاصلېدے ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ نبیﷺ دَ الله نائب دے ۔ مونږ ته پهٔ خپل ځان اؤ مال کښې دَ تصرّف دومره حق حاصل نهٔ دے څومره چې نبیﷺ ته زمونږ پهٔ ځان و مال کښې حاصل دے ۔ خپل ځان اور ته غورزؤل جائز نهٔ دی ۔ خو کهٔ نبیﷺ چا ته حکم وکړو نو پهٔ هغهٔ اور ته دنګل فرض شو ۔ ځکه پهٔ یو حدیث شریف کښې راغلی دی۔ ”هېڅوک مسلمان کېدے نهٔ شی تر څو چې ورته زهٔ دَ خپل ځان ، مور پلار، اولاد اؤ ټولو خلقو نه زیات محبوب نهٔ یم“۔

ف۷: یعنی دَ حضورﷺ بیبیانې زمونږ میاندې دی ۔ دَ قدر عزت کؤلو پهٔ لحاظ اؤ دَ هغې احکامو پهٔ لحاظ کوم چې دَ شریعت نه ثابت دی ۔ پهٔ ټولو احکامو کښې نه ۔

ف۸: کومو مسلمانانو چې حضور اللهﷺ سره دَ مکّې معظّمې نه مدینې منورې ته هجرت کړے وهٔ اؤ دَ خپلو خپلوانو نه جدا شوی وو ۔ نو هغوی دَ یو یو مهاجر دَ یو یو انصاری سره ورورولی جوړه کړه ۔ انصارو دغه مهاجر وروڼه ځانونو سره پهٔ جائیداد اؤ کاروبار کښې شریک کړل دَ خپلو وروڼو پهٔ شان ۔ بیا چې دَ دې مهاجرو نور خپل خپلوان هم مسلمانان شول اؤ مدینې منورې ته راغلل نو دا حکم نازل شو چې دَ میراث پهٔ حق کښې به دَ نسبی خپلویٔ تعلق دَ دې ورورولیٔ پهٔ تعلق مخکښې وی ۔ میراث به دَ نسبی تعلق پهٔ بنا تقسیمیږی ، البته نور احسان اؤ سلوک دَ خپلو مهاجرو وروڼو سره هغه شان جاری وساتیٔ ۔

ف۹: یعنی دَ قرآن شریف دا حکم به همېشه هم دغه شان جاری وی ۔ یا دا چې پهٔ توریٰت کښې هم دغه حکم وهٔ یا دَ کتاب نه مراد لوحِ محفوظ دے ۔

وَ اِذْ اَخَذْنَا مِنَ النَّبِیّٖنَ مِیْثَاقَهُمْ وَ مِنْكَ وَ مِنْ نُّوْحٍ وَّ اِبْرٰهِیْمَ وَ مُوْسٰی وَ عِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ١۪ وَ اَخَذْنَا مِنْهُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًاۙ۝۷

ترجمه: اؤ کوم وخت چې واخستو مونږ دَ نبیانو نه اقرار اؤ له تا نه اؤ دَ نوح نه اؤ دَ ابراهیم نه اؤ دَ موسٰی نه اؤ دَ عیسٰی بن مریم نه اؤ واخستو مونږ دَ دې نبیانو نه کلک اقرار ۔ ف۱۰

ف۱۰: یعنی دا قول و اقرار چې دَ یو بل ملګرتیا اؤ تصدیق به کوی اؤ دَ دین پهٔ خورؤلو اؤ دَ الله دَ احکامو پهٔ جاری کؤلو کښې به خپل پوره پوره کوشش کوی ۔ پهٔ سورتِ آلِ عمران کښې هم دَ دې وعدې ذکر شوے دے ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ پېغمبر پهٔ حق کښې وئیلی شوی وو چې دَ مؤمنانو پهٔ ځان اؤ مال کښې دَ تصرّف حق خپله دَ هغوی نه زیات لری ۔ دلته دې ته اشاره ده چې دا درجه نبیانو ته ځکه ورکړې شوه چې دَ هغوی پهٔ سر بوجھ اؤ ذمه واریٔ زیاتې وی ۔ پهٔ یو سر دَ ټول قوم سره مقابله کؤل اؤ دَ هېچا نه نهٔ ویرېدل دَ پېغمبر نه علاوه دَ بل چا کار نهٔ دے کوم پنځهٔ پېغمبران چې دلته ذکر شوی دی دا پهٔ ټولو کښې لوئے دی اؤ دَ دوی دَ تعلیم اثر پهٔ خلقو زرګونو کالو پورې پاتې شوے دے ، وروستو څو چې دنیا آباده وی دا اثر به قائم وی ۔ پهٔ دې ټولو کښې اول نوم زمونږ دَ رسولِ مقبولﷺ دے۔ سره دَ دې چې دنیا ته دَ ټولو نه وروستو راغلے دے لېکن پهٔ مرتبه کښې دَ ټولو نه زیات دے اؤ وجود ېٔ هم پهٔ عالمِ غیب کښې دَ ټولو نه اول دے ۔(خو عالمِ شهادت ته وروستے راغلے دے)۔

لِّیَسْـَٔلَ الصّٰدِقِیْنَ عَنْ صِدْقِهِمْ١ۚ وَ اَعَدَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا۠۝۸

ترجمه: دې دپاره چې تپوس وکړی الله دَ رښتونو نه دَ هغوی دَ رښتیاؤ اؤ تیار ساتلې دے الله دَ منکرانو دپاره عذاب دردناک ۔ ف۱۱

ف۱۱: یعنی دغه پېغمبرانو دَ خپل اقرار موافق خلقو ته دَ الله دَ احکامو تبلیغ پهٔ ښهٔ شان وکړو اؤ پهٔ خلقو حجت قائم شو نو اوس به (دَ قیامت پهٔ ورځ) دَ هر چا نه تپوس کیږی چې رښتونی پهٔ خپل صداقت قائم پاتی شی (اؤ دَ انعام حقدار شی) اؤ منکرانو ته دَ انکار سزا ورکړې شی ۔ مخکښې دَ جنګِ احزاب واقعه یادؤلے شی چې رښتونی پېغمبر اؤ دَ مؤمنانو اؤ دَ هغوی پهٔ مقابله کښې دَ انکار کؤنکیو څهٔ حالات بیان شی اؤ دَ اقرار اؤ انکار نتیجه واضحه شی ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُوْدٌ فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا وَّ جُنُوْدًا لَّمْ تَرَوْهَا١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرًاۚ۝۹

ترجمه: اے ایماندارو یاد کړیٔ دَ الله احسان پهٔ تاسو باندې کوم وخت چې را وختې پهٔ تاسو لښکرې نو را واستؤله مونږ پهٔ هغوی سیلۍ اؤ داسې فوځونه چې تاسو نهٔ وو لیدلی ، ف۱۲ اؤ دے الله ستاسو دَ کارونو ښهٔ لیدونکے ۔ ف۱۳

ف۱۲: یعنی دَ فرښتو فوځونه چې دَ کافرانو پهٔ زړهٔ کښې ېٔ ویره کښېښنؤله ۔

ف۱۳: دَ هجرت پهٔ څلورم یا پنځم کال دَ یهودو قبیله بنی نضیر (چې دَ مدینې نه ویستې شوے وه) پهٔ ټولو عربو قبائلو وګرځېده ۔ دَ مکّې قریش بنی فزاره ، بنی غطفان اؤ دَ نورو عربو قبائلو یو متحده مضبوط فوځ ېٔ راجمع کړو اؤ پهٔ مدینه ېٔ حمله وکړه ۔ دې لښکر کښې دولس زره پهٔ وسله پوره اؤ پهٔ هر قسم سازو سامان پوره دَ عربو منلی ځوانان شریک وو ۔ دَ یهودو قبیله بنو قریظه چې دَ مدینې منورې مشرق طرف ته ېٔ یوه مضبوطه قلعه وه ، وړومبے ېٔ دَ مدینې منورې دَ مسلمانانو سره دَ صلح معاهده کړے وه ۔ دَ بنو نضیر پهٔ وینا دَ هغوی ملګرے شو اؤ معاهده ېٔ ماته کړه ۔ مسلمانان پهٔ دې وخت ټول ټال درے زره وو پهٔ هغې کښې هم کافی شمار دَ منافقانو وهٔ چې دَ زړهٔ نه مسلمانان نهٔ وو اؤ دَ سختې پهٔ وخت کښې ېٔ دَ دروغو پهٔ بهانو ځانونه دَ جنګ نه شاته کړل ۔ رسول اللهﷺ دَ اصحابو سره صلاح وکړه چې دَ مقابلې تیارې څنګه وکړی آخر دَ سلمان فارسیؓ پهٔ صلاح دا فیصله وشوه چې دَ ښار دَ کوم طرف نه چې دَ حملې خطره زیاته ده دې طرف ته دې خندق وکنستې شی ۔ دَ یخنیٔ موسم وهٔ ، دَ غلے کمے وهٔ ، دَ ولوږې پهٔ وجه اکثرو اصحابو اؤ خپله رسولِ خداﷺ هم پهٔ ګېډه پورې کاڼی تړلی وو خو سره دَ دې ټول جانباز مسلمانان دَ خپل سردار رسولِ خداﷺ سره ډېر پهٔ محنت پهٔ خندق کنستو لګیا وو ۔ مجاهدانو به سخته کاڼیزه زمکه پهٔ کودالو کنسته اؤ ورسره ورسره به ېٔ دا رجزیه اشعار وې۔

نَحْنُ الَّذِیْنَ بَایَعُوْا مُحَمَّدًا

عَلَی الْجِھَادِ مَا بَقِیْنَا اَبَدًا

دَ هغې طرف نه به دَ دواړو کونو بادشاه رسولِ خداﷺ پهٔ ځواب کښې وې ۔

اَللّٰهُمَّ لَا عَیْشَ اِلَّا عَیْشُ الْاٰخِرَة

فَاغْفِرِ الْاَنْصَارَ وَالْمُهَاجِرَة

چې خندق تیار شو نو مجاهدان دَ دښمن مقابلې ته پهٔ مورچو کښې کښېناستل۔ تقریبًا شل پنځویشت ورځې دواړه فوځونه دَ خندق نه اخوا دیخوا یو بل ته مخامخ پراتهٔ وو ۔ سره دَ دې چې دَ کافرو شمار ډېر وهٔ خو دَ خندق پهٔ وجه ېٔ پهٔ ښار عامه حمله نهٔ شوه کؤلے ۔ دَ لرې نه به ېٔ دَ غشیو ګوزارونه کؤل اؤ کله کله به دَ دواړو طرفو نه خاص خاص پهلوانان مخامخ مقابلې ته را ووتل۔ مسلمانانو ته مخامخ دَ مشرکانو فوځ پروت وهٔ اؤ شا ته ترېنه دَ یهودو قبیله بنو قریظه وه ۔ اسلامی فوځ دَ دواړو فوځونو ترمینځه ګېر وهٔ ۔ بیا هم دَ هغوی پهٔ استقامت کښې څهٔ فرق نهٔ وهٔ راغلے ۔ دَ مسلمانانو ښځې اؤ ماشومان دَ ښار دننه محفوظ محلو کښې مضبوطو کورونو ته ورسؤل چې چرته یهودیان پرې حمله ونهٔ کړی اؤ خپله دَ مشرکانو لښکر ته مخامخ پهٔ مورچو پرېؤتل ۔ څهٔ لږ کسان ېٔ دَ کورونو دَ حفاظت پهٔ غرض ښار کښې پرېښؤل ۔ آخر دَ نعیم ابن مسعود اشجعیؓ دَ هوښیارتیا اؤ تدبیر پهٔ وجه یهودیانو اؤ مشرکانو کښې اختلاف پرېوتو اؤ یهودو دَ هغوی دَ ملګرتیا نه ویزاره شول ۔ دلته دَ کفارو پهٔ زړهٔ کښې دَ الله تعالیٰ دَ طرف پهٔ نظر نهٔ راتلونکی لښکر دَ مسلمانانو دَ طرف نه رعب کښېښنؤلو ، زړونه ېٔ کمزوری شول ، اؤ دلته ورباندې یوه شپه الله تعالیٰ داسې سخته سیلۍ راوسته چې ټولې خیمې ېٔ ورله وغورزؤلے ، دَ خوراک دیګونه ېٔ ورله واړؤل اؤ سترګې ېٔ دَ شګو اؤ خاورو نه ډکې شوې ۔ زړونه خو ېٔ دَ مخکښې نه کمزوری شوی وو ۔ دا حالت چې ېٔ ولیدو نو ډېر پریشان شو ۔ آخر ترې بل څهٔ جوړه نهٔ شوه خو دَ کفارو دَ لښکر سپه سالار ابو سفیان دَ واپس کېدو حکم وکړو ، اؤ دغه شان دا لښکر ناکام واپس شو ۔ بې جنګ جګړې ترې مسلمانان الله تعالیٰ خلاص کړل ۔ وَ کَفَی اللهُ الْمُؤْمِنِیْنَ الْقِتَالَ وَ کَانَ اللهُ قَوِیًّا عَزِیْزًا۝ (اؤ منع کړو الله تعالیٰ دَ مؤمنانو نه جنګ اؤ الله تعالیٰ قوی دے زبردست)

دې جنګ ته جنګِ احزاب هم وئیلی شی اؤ جنګِ خندق هم ۔ پهٔ سخته یخنیٔ اؤ ولوږه کښې خندق کنستل اؤ دَ داسې سختو پهٔ مینځ کښې راګیرېدل دغه سخت حالات وو چې دَ منافقانو دَ خلې نه پکښې دَ زړهٔ خبرې وتے اؤ نفاق ېٔ پټؤلے نهٔ شو اؤ مؤمنان پکښې ثابت قدم وو ۔ دَ دې جنګ نه پس رسولِ خداﷺ فرمائیلی وو ۔ دې نه پس به کافران پهٔ مونږ حمله نهٔ کوی مونږ به پرې کؤو اؤ هم دغسې وشوه ۔

اِذْ جَآءُوْكُمْ مِّنْ فَوْقِكُمْ وَ مِنْ اَسْفَلَ مِنْكُمْ وَ اِذْ زَاغَتِ الْاَبْصَارُ وَ بَلَغَتِ الْقُلُوْبُ الْحَنَاجِرَ وَ تَظُنُّوْنَ بِاللّٰهِ الظُّنُوْنَا۝۱۰

ترجمه: اؤ کله چې راوختل پهٔ تاسو دَ پورته نه اؤ دَ ښکته نه ف۱۴ اؤ کوم وخت چې خړې شوې سترګې ف۱۵ اؤ را وختل زړونه مرۍ ته ف۱۶ اؤ ګومانونه وکړل تاسو پهٔ الله باندې قسم قسم ګومانونه ۔ ف۱۷

ف۱۴: یعنی دَ مدینې منورې دَ مشرق جانب نه کوم چې وچت دے (دې طرف ته دَ یهودو قلعه وه) اؤ دَ مغربی جانب نه کوم چې ښکته دے (دې طرف ته دَ کافرانو لښکر وهٔ)

ف۱۵: یعنی دَ هیبت اؤ حیرانتیا نه دَ خلقو سترګې بدلے شوې ، دَ دوستیٔ وعده کؤنکیو به سترګې پناه کؤلے ۔

ف۱۶: دَ هیبته زړونه داسې پهٔ ټوپونو وو لکه چې دَ خپل ځائې نه راپورته شوی وی اؤ مریٔ ته راغلی وی ۔

ف۱۷: یعنی چا به څهٔ خیال جنګؤلو اؤ چا څهٔ ۔ دَ منافقانو بیل حالات اؤ دَ مسلمانانو بیل ۔ مسلمانانو به وې چې دا ځل ډېر سخت امتحان دے کتے به شی چې الله څهٔ پیښوی ۔ منافقانو به وې چې بس اوس خو دَ مسلمانانو تباهی ده ۔ دا ځل بچ کېدل نشته ۔ مخکښې آیتونو کښې ېٔ تفصیل راځی ۔

هُنَالِكَ ابْتُلِیَ الْمُؤْمِنُوْنَ وَ زُلْزِلُوْا زِلْزَالًا شَدِیْدًا۝۱۱

ترجمه: پهٔ دغه ځائې ازمیښت وشو پهٔ مؤمنانو اؤ وجړقیدل ډېر پهٔ زوره جړقیدو ف۱۸

ف۱۸: رسولِ خداﷺ دَ مشرکانو خبر راؤړو دپاره یو صحابی حضرت حذیفهؓ دَ هغو خیمو ته استؤلے وهٔ ۔ دا پوره قصه چې حدیثو کښې وکتې شی نو دَ دې جړقا دَ کیفیت پوره اندازه هله کېدے شی ۔ قصه ډېره وږده ده دلته دومره ګنجائش نشته ۔

وَ اِذْ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗۤ اِلَّا غُرُوْرًا۝۱۲

ترجمه: اؤ کوم وخت چې ووې منافقانو اؤ هغه کسانو چې پهٔ زړونو کښې ېٔ مرض وهٔ الله اؤ رسول چې مونږ سره کومې وعدې کړے وې ټوله ټګی وه ۔ ف۱۹

ف۱۹: ځنو منافقانو به وې چې پېعمبرﷺ خو دا وعده کؤله چې زما دین به دَ مشرق نه تر مغربه خوریږی ۔ دَ فارس ، روم اؤ صنعاء پهٔ محلونو به دَ مسلمانانو قبضه کیږی ۔ اوس خو دا حال دے چې مسلمانان اودس ماتی ته هم بهر نهٔ شی وتې نو هغه دعوې ېٔ چرته لاړې؟

شاه صاحبؒ فرمائی مسلمان ته پکار دی چې پهٔ ډېره سخته کښې هم دَ مایوسیٔ اؤ نا امیدیٔ خبرې دَ خلې نه ونهٔ باسی ۔

وَ اِذْ قَالَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ یٰۤاَهْلَ یَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوْا١ۚ وَ یَسْتَاْذِنُ فَرِیْقٌ مِّنْهُمُ النَّبِیَّ یَقُوْلُوْنَ اِنَّ بُیُوْتَنَا عَوْرَةٌ١ۛؕ وَ مَا هِیَ بِعَوْرَةٍ١ۛۚ اِنْ یُّرِیْدُوْنَ اِلَّا فِرَارًا۝۱۳

ترجمه: اؤ کوم وخت چې ووې ستاسو یوې ډلې اے دَ یثرب وسیدنکیو ف۲۰ ستاسو هېڅ دَ بچ کېدو ځائې نشته نو واپس شیٔ (اؤ کوم وخت) چې اجازت غوښتو یوې ډلې دَ نبی نه وې به ېٔ چې زمونږ کورونه خوشی پراتهٔ دی اؤ هېڅ خوشی نهٔ دی ، دَ دوی بل غرض نهٔ وهٔ خو تښتېدل ۔ ف۲۱

ف۲۰: یثرب دَ مدینې منورې زوړ نوم دے ۔ دَ هجرت نه پس مدینة النّبیﷺ (دَ نبیﷺ ښار) مشهور شو ۔

ف۲۱: یعنی چې ټول عرب قبائل زمونږ خلاف شو نو اوس زمونږ دَ وسېدو ځائې چرته دے؟ نو راځیٔ ټول دَ جنګ نه واپس شیٔ چې دَ قبائلو سره مو دښمنی جوړه نهٔ شی ۔ لښکر چې دَ ښار نه بهر مقابلې ته وتو نو رسول اللهﷺ دَ کورونو واړهٔ اؤ ښځې ټولې پهٔ محفوظو محلّو کښې مضبوطو کورونو کښې جمع کړی وو اؤ یوه دسته فوځ ېٔ دَ کورونو دَ حفاظت دپاره مقرر کړے وه ۔ نو دې خلقو دا بهانه جوړؤله چې کورونه مو خوشی پاتی شو څوک به رانه غلا وکړی تالا به مو کړی ۔ دَ کورونو دَ حفاظت دپاره کسان وو خو دا هسې دَ جنګ نه واپس کېدو دپاره بهانه وه ۔ نو چا چې به دَ واپس کېدو اجازت غوښتو رسول اللهﷺ به اجازت ورکؤلو اؤ دَ لښکر دَ کمی ېٔ هېڅ پرواه نهٔ کؤله نو پهٔ آخر کښې درے سوه جانباز پاتی شو ۔

وَ لَوْ دُخِلَتْ عَلَیْهِمْ مِّنْ اَقْطَارِهَا ثُمَّ سُىِٕلُوا الْفِتْنَةَ لَاٰتَوْهَا وَ مَا تَلَبَّثُوْا بِهَاۤ اِلَّا یَسِیْرًا۝۱۴

ترجمه: اؤ کهٔ پهٔ ښار کښې څوک ورننوتل دَ غاړو نه بیا ېٔ ترېنه دَ دین نه واپس کېدو تقاضا وکړه نو دوی به ېٔ ومنی اؤ ډیل به پکښې ونهٔ کړی مګر لږ غوندې۔ ف۲۲

ف۲۲: دا هسې بهانې دی اؤ کهٔ فرض کړه دوی دَ جنګ میدان ته ونهٔ وځی کور کښې وی اؤ دښمن ورباندې ښار کښې راننوځی بیا دَ دوی نه مطالبه وکړی چې اسلام پرېږدیٔ اؤ بیا خپل دین ته واپس شیٔ یا ورته ووائی چې مونږ سره ملګری شیٔ اؤ دَ مسلمانانو سره وجنګېږیٔ نو هغه وخت به ېٔ دروغ سم واضح شی ۔ بیا خو به هېڅ ډیل ونهٔ کړی اؤ دَ هغوی پهٔ ملګرتیا کښې به دَ کورونو نه میدانِ جنګ ته را ووځی ، نهٔ به ېٔ دَ کورونو خوشی کېدو ویره وی اؤ نهٔ دَ غل غدو ۔ بس پهٔ وسله راخستو اؤ ځان تیارؤلو کښې چې څومره وخت لګی دَ دې نه زیات به نهٔ ایساریږی ۔ دَ اسلام دَ ظاهری دعوې نه به هم ویزاره شی اؤ دَ مسلمانانو مقابلې ته به ودریږی ۔

وَ لَقَدْ كَانُوْا عَاهَدُوا اللّٰهَ مِنْ قَبْلُ لَا یُوَلُّوْنَ الْاَدْبَارَ١ؕ وَ كَانَ عَهْدُ اللّٰهِ مَسْـُٔوْلًا۝۱۵

ترجمه: اؤ دوی پوخ اقرار کړے وهٔ دَ الله سره دَ دې نه مخکښې چې مونږ به نهٔ پهٔ شا کیږو ، اؤ دَ الله دَ اقرار خو تپوس کیږی ۔ ف۲۳

ف۲۳: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې دَ اُحد دَ غزا نه پس منافقانو پوخ لوظ کړے وهٔ چې بیا به دَ جنګ نه نهٔ پستنه کیږی نو هغه اقرار ېٔ اوس بیا مات کړو، دَ دې به ترېنه دَ الله سره تپوس کیږی (اؤ سزا به خوری) ۔

قُلْ لَّنْ یَّنْفَعَكُمُ الْفِرَارُ اِنْ فَرَرْتُمْ مِّنَ الْمَوْتِ اَوِ الْقَتْلِ وَ اِذًا لَّا تُمَتَّعُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا۝۱۶

ترجمه: تهٔ ورته ووایه تاسو ته به هېڅ فائده در نهٔ کړی تېښته کهٔ وتښتیٔ دَ مړ کېدو یا مړ کؤلو نه اؤ بیا به هم څهٔ فائده وانهٔ خلیٔ مګر لږې ورځې ۔ ف۲۴

ف۲۴: یعنی دَ چا چې نېټه پوره شوے وی هغه پهٔ تېښته دَ مرګ نه ځان نهٔ شی خلاصؤلے ۔ مرګ هر ځائې ته ور رسېدے شی اؤ کهٔ نېټه ېٔ نهٔ وی پوره نو میدان پرېښؤل بې فائدې دی ۔ پهٔ میدانِ جنګ کښې ټول کسان خو نهٔ مری (دَ چا نېټه چې پوره وی هغه شهیدان شی اؤ نور بچ پاتې شی) اؤ کهٔ دې وخت کښې څوک پهٔ تېښته ځان بچ کړی نو تر څو به ژوندے وی؟ آخر خو به یوه ورځ مری اؤ هېڅ پته نهٔ لګی چې څهٔ پهٔ سخته اؤ بده ورځ به مری(نو دَ دې نه ورته دا دَ عزت مرګ ډېر بهتر دے)۔

قُلْ مَنْ ذَا الَّذِیْ یَعْصِمُكُمْ مِّنَ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَ بِكُمْ سُوْٓءًا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً١ؕ وَ لَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّ لَا نَصِیْرًا۝۱۷

ترجمه: تهٔ ورته ووایه څوک دے چې تاسو به بچ کړی دَ الله نه کهٔ هغه اراده وکړی پهٔ تاسو دَ سختې اؤ کهٔ اراده وکړی دَ مهربانیٔ ف۲۵ اؤ نهٔ به مومی دوی خپل ځان دپاره دَ الله نه غیر بل څوک ملګرے اؤ مددګار ۔ ف۲۶

ف۲۵: یعنی دَ الله اراده پهٔ هېڅ طاقت نهٔ شی بدلېدې اؤ نهٔ پهٔ چل ول څهٔ کار کېدے شی ۔ نو بنده ته پکار دی چې خالص الله اسره کړی اؤ پهٔ سخته نرمه هر حالت کښې ځان دَ الله دَ رضا دپاره سر ورکؤلو کښې ولې سستی نه کوی اؤ آخرت خرابوی؟

ف۲۶: یعنی اے منافقانو تاسو خو دَ عربو دَ مخالفت نه ویرېږیٔ (نو نور عرب به درباندې با اثره کړی) اؤ دا مسلمانان به مو اوس سمدستی ختم کړی۔

قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الْمُعَوِّقِیْنَ مِنْكُمْ وَ الْقَآىِٕلِیْنَ لِاِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ اِلَیْنَا١ۚ وَ لَا یَاْتُوْنَ الْبَاْسَ اِلَّا قَلِیْلًاۙ۝۱۸

ترجمه: الله ته ښهٔ معلوم دی منع کؤنکی پهٔ تاسو کښې اؤ ویونکی خپلو وروڼو ته زمونږ سره کښېنیٔ ، اؤ دوی جنګ ته نهٔ ځی مګر لږ غوندې (کله نا کله) ۔ ف۲۷

ف۲۷: یعنی هسې دَ نوم دَ شرمه کله کله میدان ته راښکاره شی ګنی اکثر کور ناست وی عیش کوی اؤ خپل وروڼه عزیزان کوم چې پاخهٔ مسلمانان دی دَ هغو هم جهاد نه دَ منع کؤلو کوشش کوی ۔

اَشِحَّةً عَلَیْكُمْ١ۖۚ فَاِذَا جَآءَ الْخَوْفُ رَاَیْتَهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ تَدُوْرُ اَعْیُنُهُمْ كَالَّذِیْ یُغْشٰی عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ١ۚ فَاِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوْكُمْ بِاَلْسِنَةٍ حِدَادٍ اَشِحَّةً عَلَی الْخَیْرِ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَمْ یُؤْمِنُوْا فَاَحْبَطَ اللّٰهُ اَعْمَالَهُمْ١ؕ وَ كَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا۝۱۹

ترجمه: ځان بچ کوی له تاسو نه ف۲۸ بیا کوم وخت چې دَ ویرې ساعت راشی تهٔ به وینې چې دوی تا ته ګوری اؤ سترګې به ېٔ داسې اوړی لکه پهٔ چا چې دَ مرګ بې هوشی راغلی وی ۔ بیا کله چې دَ ویرې ساعت تېر شی نو پهٔ تاسو تېز تېز رازغلی پهٔ تېرو تېرو ژبو راپرېوځی پهٔ مال (غنیمت) ف۲۹ دې خلقو یقین نهٔ دے کړے نو برباد کړل الله دَ دوی کړی عملونه اؤ دا کار الله ته ډېر آسان دے ۔ ف۳۰

ف۲۸: یعنی دَ مسلمانانو سره عملی امداد هېڅ هم نهٔ کوی اؤ چې وخت دَ مالِ غنیمت دَ ویشلو راشی نو بیا داسې حرص ېٔ پهٔ سر اخستې وی چې وائی پهٔ ټول مو قبضه وکړې اؤ دَ بل چا پکښې هېڅ ونهٔ رسېدې اؤ پهٔ دغه حرص کله کله جنګ کښې هم شرکت کوی ۔

ف۲۹: یعنی پهٔ سخته کښې خو ېٔ دَ ویرې ساه خیژی اؤ دَ فتحې پهٔ وخت بیا داسې شور جوړ کړی اؤ داسې تیزې تیزې خبرې کوی لکه چې ټوله توره دوی کړے وی اؤ پهٔ مالِ غنیمت داسې راپرېوځی لکه چې دَ بل چا پکښې هډو برخه نهٔ وی ۔

اؤ یا ېٔ دا مطلب دے چې مسلمانانو ته پهٔ پېغورونو ورکؤلو کښې ېٔ ژبه تېرهٔ وی ۔ (اؤ لکه دَ تورې زړونه غوڅوی)۔

ف۳۰: یعنی هر کله چې ېٔ پهٔ الله اؤ رسولﷺ ایمان نشته نو پهٔ ظاهره کهٔ څهٔ نیک کارونه کوی هم ، پهٔ دې کښې دَ ایمان روح نشته ځکه الله ته منظور نهٔ وی هسې عبث خواری کوی ۔ حضرت شاه صاحبؒ فرمائی چرته چې دَ اعمالو بربادؤلو ذکر وهٔ نو هلته ېٔ وفرمائیل چې دا کار الله ته آسان دے ۔ دا ېٔ ځکه ووې چې پهٔ ظاهره دا کار دَ الله دَ عدل و انصاف دَ صفت خلاف ښکارېدو ، نو دا خبره ګرانه ښکارېده چې الله به داسې بې انصافی څنګه کوی چې دَ بنده کړے عمل به برباد کړی ۔ لېکن کهٔ حقیقت ته وکتې شی نو دا کار دَ عدل و انصاف خلاف ځکه نهٔ دے چې دَ دوی پهٔ عمل کښې خپله یو کمے موجود دے اؤ داسې نقصان دے پکښې چې دَ هغې سره ېٔ یو عمل هم صحیح کېدے نهٔ شی ۔ دَ اعمالو روح ایمان دے اؤ دَ دوی عمل دَ ایمان دَ روح نه خالی دے نو دَ مړی پهٔ مثال دے اؤ دَ قبلېدو نهٔ دے ، ځکه دَ منافقانو ټول عملونه برباد ځی ۔

یَحْسَبُوْنَ الْاَحْزَابَ لَمْ یَذْهَبُوْا١ۚ وَ اِنْ یَّاْتِ الْاَحْزَابُ یَوَدُّوْا لَوْ اَنَّهُمْ بَادُوْنَ فِی الْاَعْرَابِ یَسْاَلُوْنَ عَنْ اَنْۢبَآىِٕكُمْ١ؕ وَ لَوْ كَانُوْا فِیْكُمْ مَّا قٰتَلُوْۤا اِلَّا قَلِیْلًا۠۝۲۰

ترجمه: دَ دوی دا خیال دے چې دَ کفارو فوځونه نهٔ دی واپس شوی ، اؤ کهٔ راغلهٔ هغه فوځونه نو دوی به ارمان کوی کهٔ پهٔ څهٔ چل بهر کلیو ته وتې وې چې تپوسلے ېٔ له تاسو خبرونه ۔ ف۳۱ اؤ کهٔ چرې وې له تاسو سره نو هم جنګ به ېٔ نهٔ وهٔ کړے مګر ډېر لږ ف۳۲

ف۳۱: یعنی دَ کافرانو فوځونه نامراده واپس شو خو دَ دې بې زړو منافقانو ورباندې تر اوسه یقین نهٔ دے راغلے ۔ اؤ فرض کړه کهٔ دَ کافرو فوځونه تلی نهٔ وی اؤ بیا حمله وکړی نو دَ دې منافقانو به دا ارمان وی چې کهٔ دَ ښار نه هم چرته لرې بهر بانډو ته ووتې اؤ دَ لرې نه مو خبرونه معلومؤلے چې مسلمانان پهٔ څهٔ حال کښې دی اؤ ګټه چا وکړه ۔

ف۳۲: یعنی کوشش خو به ېٔ دا وهٔ چې دَ ښار نه بهر وتې وې اؤ کهٔ پهٔ څهٔ وجه پاتې شوی وې هم دَ خلې خبرې اؤ ظاهری خیرخواهی به ېٔ ډېره کؤله اؤ پهٔ جنګ کښې به ېٔ تاسو سره څهٔ کار نهٔ وهٔ کړے هسې برائے نام به شریک وو۔

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ كَانَ یَرْجُوا اللّٰهَ وَ الْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَ ذَكَرَ اللّٰهَ كَثِیْرًاؕ۝۲۱

ترجمه: بېشکه ستاسو دپاره فائده منه ده زده کؤل دَ رسول الله دَ طریقې دَ هغه چا دپاره څوک چې امید لری دَ الله (دَ ملاقات) اؤ دَ ورځې دَ آخرت اؤ یادوی الله ډېر ډېر ۔ ف۳۳

ف۳۳: یعنی پېغمبر ته وګوریٔ چې پهٔ دې سخته کښې څنګه پهٔ استقامت دے ۔ حالانکې دَ ټولو نه زیات غم اؤ فکر دَ هغهٔ سره پکار وهٔ ۔ کوم خلق چې دَ الله سره ملاقات اؤ دَ آخرت دَ نعمتونو طمع لری اؤ الله ډېر ډېر یادوی هغوی ته پکار دی چې دَ رسول اللهﷺ ذات ځان دپاره نمونه کړی اؤ دغه شان استقامت اؤ همت پیدا کړی اؤ پهٔ هر کار کښې دَ هغهٔ پهٔ قدم روان شی ۔

وَ لَمَّا رَاَ الْمُؤْمِنُوْنَ الْاَحْزَابَ١ۙ قَالُوْا هٰذَا مَا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ وَ صَدَقَ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ١٘ وَ مَا زَادَهُمْ اِلَّاۤ اِیْمَانًا وَّ تَسْلِیْمًاؕ۝۲۲

ترجمه: اؤ کوم وخت چې ولیدو مؤمنانو فوځونه وېٔ وې دا هم هغه دی چې وعده ېٔ کړے وه زمونږ سره الله اؤ دَ هغهٔ رسول اؤ رښتیا وئیلی وو الله اؤ دَ هغهٔ رسول اؤ دَ هغوی نور هم زیات شو یقین اؤ اطاعت ۔ ف۳۴

ف۳۴: یعنی پخو مسلمانانو چې دَ کافرو فوځونه ولیدل چې دَ هر طرف نه راجمع شوی دی نو دَ هغوی زړونه نور هم مضبوط شو اؤ دَ الله اؤ رسول اللهﷺ پهٔ وعدو ېٔ یقین نور هم پوخ شو ۔ هغوی به وې چې دا هم هغه ننداره ده دَ کومې خبر چې الله اؤ رسولﷺ مخکښې راکړے وهٔ اؤ وعده ېٔ راسره کړے وه ، دَ سورتِ بقره دې آیتونو ته اشاره ده ۔

اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَ لَمَّا یَاْتِكُمْ مَّثَلُ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ١ؕ مَسَّتْهُمُ الْبَاْسَآءُ وَ الضَّرَّآءُ وَ زُلْزِلُوْا حَتّٰی یَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰی نَصْرُ اللّٰهِ١ؕ اَلَاۤ اِنَّ نَصْرَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ ۝۲۱۴(سورتِ بقره ، رکوع ۲۶)

اؤ پهٔ سورتِ صٓ کښې ، کوم چې مکّی دے ارشاد دے ”جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ ۔“ (سورتِ صٓ ، رکوع۱)

(آیا ستاسو دا خیال دے چې جنّت ته به لاړ شیٔ اؤ نهٔ به وی راغلے پهٔ تاسو دَ تېرو قومونو پهٔ شان حالت؟ راغله پهٔ دوی سختی اؤ تکلیف اؤ لړزېدل تر دې چې وې به رسول اؤ دَ هغهٔ سره مؤمنانو چې کله به راشی دَ الله امداد؟ واوریٔ دَ الله امداد نژدے دے)

(یو لښکر دا هم تباه شو پهٔ لښکرونو کښې)

یعنی مسلمانانو به وې چې دا هغه سخته ورځ ده چې زمونږ سره ېٔ وعده شوے وه چې درباندې به راځی اؤ دَ الله امداد به درسره وی نو دَ مسلمانانو دَ الله پهٔ امداد زړهٔ مضبوط وهٔ اؤ یو پوټے وار خطائی پرې نهٔ وه راغلے ۔ کفار هر څومره کهٔ پهٔ زور کښې وو ۔

مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ رِجَالٌ صَدَقُوْا مَا عَاهَدُوا اللّٰهَ عَلَیْهِ١ۚ فَمِنْهُمْ مَّنْ قَضٰی نَحْبَهٗ وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّنْتَظِرُ١ۖ٘ وَ مَا بَدَّلُوْا تَبْدِیْلًاۙ۝۲۳

ترجمه: اؤ پهٔ مؤمنانو کښې ډېر داسې دی چې رښتیا ېٔ کړه کومه وعده چې ېٔ دَ الله سره کړے وه ، نو پهٔ دوی کښې ځنی خو هغه دی چې پوره ېٔ کړه خپله ذمه واری اؤ ځنې لا پهٔ انتظار دی اؤ بدل ېٔ نهٔ کړو خپل قول یوه ذره ف۳۵

ف۳۵: یعنی دَ منافقانو کومه وعده چې پهٔ مخکښې رکوع کښې تېره شوے وه۔

وَ لَقَدْ کَانُوْا عَاهَدُو اللهَ مِنْ قَبْلُ لَا یُوَلُّوْنَ الْاَدْبَارَ “۔ (اؤ دوی وعده کړے وه دَ الله سره دې نه مخکښې چې هرګز به نهٔ شا کؤو)

نو منافقانو پهٔ ډېره بې شرمیٔ خپله وعده ماته کړه اؤ دَ جنګ نه پهٔ شا شو ۔ لېکن پخو مسلمانانو چې کومه وعده کړے وه هغوی ورباندې لکه دَ غر کلک ولاړ وو ۔ هغوی ډېرې سختې تېرې کړې خو یو قدم وروستو نهٔ شو ۔ پهٔ هغوی کښې ځنی کسان خو داسې وو چې خپله ذمه واری ېٔ پوره کړه یعنی میدانِ جهاد کښې شهیدان شو ، پهٔ دغه شهیدانو کښې دَ حضرت انس بن نضرؓ قصه ډېره مشهوره ده ۔ اؤ ډېر غازیان هغه وو چې پهٔ دې جنګ کښې خو شهیدان نهٔ شو لېکن هر وخت دَ شهادت پهٔ شوق کښې وو چې کله به غزا جوړه شی اؤ مونږ به دَ شهادت مرتبه حاصله کړو ۔ نو دې دواړو قسمه مسلمانانو څوک چې شهیدان شو اؤ څوک چې دَ شهادت پهٔ انتظار دی خپله وعده پوره کړه اؤ خپله خبره ېٔ یو پوټے بدله نهٔ کړه۔

فائده: پهٔ یو حدیث کښې رسول اللهﷺ حضرت طلحهؓ ته وئیلی دی : هٰذَا مِمَّنْ قَضَی نَحْبَهٗ (دا پهٔ هغه کسانو کښې دی چې خپله ذمه واری ېٔ پوره کړے ده)

حضرت طلحهؓ دَ اُحد پهٔ جنګ کښې دَ رسول اللهﷺ حفاظت ته ولاړ وهٔ ۔ دَ کفارو غشیو ته به ېٔ خپل لاس مخکښې کؤل ، رسول اللهﷺ به ېٔ بچ کؤلو تر دې چې دواړه لاس ېٔ شل شول ۔ رضی الله تعالیٰ عنه وارضاه ۔

لِّیَجْزِیَ اللّٰهُ الصّٰدِقِیْنَ بِصِدْقِهِمْ وَ یُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ اِنْ شَآءَ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًاۚ۝۲۴

ترجمه: چې الله بدله ورکړی رښتونو ته دَ هغوی دَ تښتیاؤ اؤ پهٔ عذاب کړی منافقان کهٔ وغواړی یا توبه واچوی دَ دوی پهٔ زړونو کښې ، بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۳۶

ف۳۶: یعنی چا چې خپله وعده رښتیا کړه هغوی ته به دَ دې بدله ورکړی اؤ چا چې بې لوظی وکړه هغوی ته ېٔ کهٔ خوښه وه سزا به ورکړی اؤ کهٔ خوښه ېٔ وه دَ توبې توفیق به ورکړی اؤ معاف به ېٔ کړی ، دَ هغهٔ مهربانی ډېره زیاته ده ۔

وَ رَدَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِغَیْظِهِمْ لَمْ یَنَالُوْا خَیْرًا١ؕ وَ كَفَی اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ الْقِتَالَ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ قَوِیًّا عَزِیْزًاۚ۝۲۵

ترجمه: اؤ واپس کړل الله کافران دَ غصې نه ډک پک چې پهٔ لاس ورنهٔ رغلو هېڅ خیر ف۳۷ اؤ پهٔ خپل ځان واخستو الله دَ مؤمنانو نه جنګ اؤ دے الله زور آور غالب ۔ ف۳۸

ف۳۷: یعنی دَ مشرکانو لښکر ذلیل و خوار ناکام اؤ نامراد دَ غصې اؤ ارمان نه ډک پک پهٔ واپس کېدو مجبور شو ۔ نهٔ ېٔ مسلمانانو ته څهٔ نقصان ورسؤلے شو اؤ نهٔ څهٔ مالِ غنیمت پهٔ لاس ورغلو ۔ خیر ېٔ هم ونهٔ کړو اؤ شرم اؤ ذلّت ېٔ وګټلو ۔ دا نقصان ېٔ لا سوا وشو چې دَ هغوی یو مشهور پهلوان عمرو بن عبدود چې هغوی به دَ زرو ځوانانو برابر شمېرلو ۔ پهٔ دې جنګ کښې دَ حضرت علیؓ دَ لاسه مردار شو ۔ مشرکانو سوال وکړو چې لس زره اشرفۍ واخلیٔ خو دَ دې پهلوان لاش مونږ ته راکړیٔ ۔ حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل۔ هسې ېٔ یوسیٔ ، زهٔ مردارې نهٔ خرڅؤم اؤ نهٔ مې دَ دې مردار لاش پکار دے ۔

ف۳۸: یعنی الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت طوفانی سیلۍ را واستؤله اؤ داسې حالات ېٔ جوړ کړل چې مشرکانو خپله میدان پرېښو ، اؤ وتښتېدل اؤ مسلمانانو ته دَ جنګ ضرورت پېښ نهٔ شو ۔

وَ اَنْزَلَ الَّذِیْنَ ظَاهَرُوْهُمْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ صَیَاصِیْهِمْ وَ قَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِیْقًا تَقْتُلُوْنَ وَ تَاْسِرُوْنَ فَرِیْقًاۚ۝۲۶

ترجمه: اؤ راکوز ېٔ کړل دَ خپلو قلعو نه هغه اهلِ کتاب چې دَ کافرو مرسته ېٔ کړے وه اؤ واېٔ چؤلو دَ دوی پهٔ زړونو کښې رعب ډېر مو ترېنه مړهٔ کړل اؤ ډېر مو ترېنه قید کړل ۔ ف۳۹

ف۳۹: دا دَ بنو قریظه دَ یهودو حال دے ، دَ مدینې منورې مشرق طرف ته دَ دې یهودیانو مضبوطه قلعه وه ۔ اول خو ېٔ دَ مسلمانانو سره دَ جنګ نهٔ کؤلو معاهده کړے وه ، لېکن پهٔ جنګِ احزاب کښې ېٔ دَ یو سردار حُيَیّ ابن اخطب پهٔ لمسه دغه معاهده ماته کړه اؤ دَ مشرکانو پره شو ۔ پهٔ دغه وخت چې مسلمانان دَ کفارو پهٔ مقابله کښې په مورچو کښې پراتهٔ وو ۔ ځنو یهودیانو دَ مسلمانانو پهٔ ښځو دَ حملې نیت وکړو اؤ دغه حمله حضرت صفیے رضی الله عنها پهٔ ډېره بهادریٔ پهٔ شا کړه ۔ کله چې دَ کفارو لښکر وتښتېدو نو دا یهودیان قلعې ته ننوتل چې هسې نه اوس مسلمانان پهٔ مونږ رانورې کړی ۔ رسول اکرمﷺ دَ میدانِ جنګ نه را واپس شو ، غسل ېٔ کؤلو چې حضرت جبرائیلؑ راغلو پهٔ مخ ېٔ دوړې پرتې وې ، عرض ېٔ وکړو ۔ یا رسول اللهﷺ تاسو وسله پرانسته ، فرښتو خو لا هغه شان ملا تړلې ده ۔ دَ الله حکم دے چې دَ بنو قریظه نه دَ بې لوظیٔ بدله واخلیٔ ۔ رسول اللهﷺ سمدستی دَ جنګ نغاره ووهله، اؤ اسلامی لښکر دَ یهودیانو دَ قلعې نه چاپېره شو محاصره کښې ېٔ ګېره کړه ۔ شل ، پنځهٔ ویشت ورځې سخته محاصره وه ۔ یهودیان تنګ شو اؤ خبر ېٔ را واستؤلو چې مونږ دَ قلعې نه بهر ته را وځو اؤ دَ انصارو دَ اوس قبیلې سردار سعد بن معاذؓ به زمونږ اؤ ستاسو ترمینځه حَکَم وی ۔ څهٔ فیصله چې هغه وکړه مونږ ته منظوره ده (دَ اسلام نه مخکښې دَ اوس قبیله دَ بنی قریظه ډله وه) ځکه ېٔ هغه حکَم کړو ۔ رسول اللهﷺ دا پیغام منظور کړو ۔ حضرت سعدؓ دَ حکَم پهٔ حیثیت دا فیصله ورکړه چې دَ یهودیانو دَ جنګ قابل ځوانان دې قتل کړی شی ۔ واړهٔ اؤ ښځې دې قید کړی شی ۔ ټول مال اسباب دې سرکاری شی اؤ جائیداد دې پهٔ مهاجرو تقسیم شی ۔ دغه دَ دوی دَ بې لوظیٔ سزا ده ۔ فیصله دواړو ته منظوره وه اؤ دغه فیصله دَ یهودیانو دَ آسمانی کتاب توریٰت سره بالکل موافق وه (دَ توریٰت پهٔ کتاب استثنا ۱ صحاح ۲۰ آیت ۱۰ کښې دی) ”کله چې تهٔ پهٔ یو ښار حمله وکړې نو اول دَ صلحې خبر ورکړه کهٔ هغوی صلح ومنله اؤ دَ ښار دروازه ېٔ درته لرې کړه نو څومره خلق چې دلته موجود دی هغه ټول به ستا غلامان شی اؤ کهٔ صلح ېٔ ونهٔ منله نو محاصره ېٔ وکړه اؤ بیا کهٔ ورباندې الله قبضه درکړه نو څومره ځوانان چې دی هغة قتل کړه ، واړهٔ اؤ ښځې اؤ څومره مال چې پهٔ دې ښار کښې وی هغه ستا دپاره دَ غنیمت مال دے۔“

دَ دې فیصلې موافق څو سوه یهودیان قتل شو ۔ واړهٔ اؤ ښځې ېٔ قید شوې اؤ پهٔ مال دولت ېٔ مسلمانانو قبضه وکړه ۔

وَ اَوْرَثَكُمْ اَرْضَهُمْ وَ دِیَارَهُمْ وَ اَمْوَالَهُمْ وَ اَرْضًا لَّمْ تَطَـُٔوْهَا١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا۠۝۲۷

ترجمه: اؤ تاسو ته مو درکړه دَ هغوی زمکه اؤ دَ هغوی کورونه اؤ دَ هغوی مال اؤ داسې زمکه چې تاسو پرې قدم نهٔ دے یٔښې ، اؤ دے الله پهٔ هر څهٔ قادر ۔ ف۴۰

ف۴۰: دَ یهودیانو دا زمکه رسول اللهﷺ پهٔ مهاجرو تقسیم کړه ، دَ هغوی پرې ګزاره روانه شوه اؤ انصار ېٔ دَ غم نه بې فکره شو ۔ دَ دویمې زمکې نه مراد دَ خیبر زمکه ده کومه چې دوه کاله پس دَ مسلمانانو لاس ته راغلے وه ۔ چا وئیلی دی چې دَ بلې زمکې نه مراد دَ مکې زمکه ده اؤ چا وئیلی دی چې دَ روم اؤ فارس دَ زمکو وعده ده ، کومې چې دَ خلفاؤ پهٔ زمانه کښې فتح شوې ۔ اؤ چا وئیلی دی چې تر قیامته کومې زمکې فتح شوې ټولې پهٔ دې کښې شاملې دی ۔ والله اعلم ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّاَزْوَاجِكَ اِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا وَ زِیْنَتَهَا فَتَعَالَیْنَ اُمَتِّعْكُنَّ وَ اُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا۝۲۸

ترجمه: اے نبی ووایه خپلو ښځو ته کهٔ تاسو غواړیٔ دَ دنیا ژوند اؤ دَ دنیا ښائست نو راشیٔ چې څهٔ فائدہ درکړم تاسو ته اؤ رخصت مو کړم پهٔ ښهٔ طریقه رخصت ،

وَ اِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ فَاِنَّ اللّٰهَ اَعَدَّ لِلْمُحْسِنٰتِ مِنْكُنَّ اَجْرًا عَظِیْمًا۝۲۹

ترجمه: اؤ کهٔ تاسو غواړیٔ الله اؤ دَ هغهٔ رسول اؤ دَ آخرت ژوند نو بېشکه الله تیار ساتلے دے پهٔ تاسو کښې نیکانو ښځو لره ډېر لوئے ثواب ۔ ف۴۱

ف۴۱: پهٔ دې زمکه اؤ مالِ غنیمت نور مهاجرین ټول آسوده حال شو نو دَ رسول اللهﷺ دَ بیبیانو هم ورته زړهٔ وشو ۔ ځنو پکښې رسول اللهﷺ ته خواست وکړو چې مونږ ته هم څهٔ نفقه زیاته کړه چې پهٔ آرام شو ۔ پهٔ رسول اللهﷺ دَ دنیا دَ عیش اؤ آرام خبرې ښې ونهٔ لګېدے ، خفه شو اؤ قسم ېٔ وخوړو چې یو میاشت به کور ته نهٔ ځم ۔ جماعت ته نژدے پهٔ یو بالاخانه کښې ځان ته دېره شو ۔ ټول اصحاب پریشان وو ۔ حضرت ابوبکرؓ اؤ حضرت عمرؓ کوشش شروع کړو چې پهٔ څهٔ طریقه رسول اللهﷺ راضی شی ۔ دَ دوی دواړو سره دَ خپلو خپلو لوڼو (حضرت عائشېؓ اؤ حضرت حفصېؓ) فکر وهٔ چې کهٔ دَ رسول اللهﷺ ترې زړهٔ بد شو نو آخرت به ېٔ تباه شی ۔ دواړو رسول اللهﷺ سره نرمې نرمې خبرې وکړې ۔ دَ هغوی دَ طبیعت نه هم لږ دردنوالے کم شو ۔ یو میاشت پس بیا دا دَ اختیار آیت نازل شو ۔ یعنی خپلو بیبیانو ته صفا صفا ووایه چې دواړه لارې جُدا جُدا دی ۔ دَ چا چې دَ دنیا عیش و آرام خوښ وی نو زهٔ به ېٔ پرېږدم اؤ پهٔ ښهٔ طریقه به ېٔ رخصت کړم (طلاق شوے ښځې ته یوه جوړه جامې ورکؤلے شی دغه ېٔ پهٔ عزت رخصت دے) اؤ کهٔ دَ الله و رسولﷺ رضا اؤ دَ آخرت خوشحالی مو پکار وی نو بیا دَ دنیا آرام مهٔ غواړیٔ۔ څوک چې دَ الله دَ رسولﷺ خدمت پهٔ ښهٔ طریقه وکړی هغهٔ دپاره پهٔ آخرت کښې ډېرې لوئے درجې اؤ ډېر عیش و آرام دے ۔ دَ دې آیت نازلېدو نه پس رسول اللهﷺ کور ته راغلو ، اول ېٔ دَ الله حکم خپلې محبوبې بی بی حضرت عائشېؓ ته واورؤلو ۔ هغې دَ آخرت خوشحالی اؤ دَ الله و رسولﷺ رضا خوښه کړه ۔ بیا ېٔ وار پهٔ وار نورو بیبیانو ته ووې ۔

ټولو آخرت اؤ دَ رسولﷺ خدمت خوښ کړو اؤ دَ دنیا دَ عیش اؤ آرام خیال ېٔ دَ زړهٔ نه وویستو ۔ رسول اللهﷺ پهٔ خپل زړهٔ فقر خوښ کړے وهٔ ۔ څهٔ مال چې به ورته راغلو هغه به ېٔ پهٔ هغه وخت پهٔ خلقو تقسیم کړو اؤ خپله به ېٔ سخت ژوند تېرؤلو ۔ بیبیانې مبارکې هم پهٔ دې ژوند راضی وې۔

تنبیه: پهٔ آیت کښې دا ټوکړه چې ده ”کومې چې نیکانې دی هغوی دپاره لوئے ثواب دے۔“

نو دَ رسول اللهﷺ ټولې بیبیانې نیکانې وې لېکن الله تعالیٰ پهٔ قرآن کښې چا ته صفا خوشخبری نهٔ ورکوی چې بنده زړهٔ ور نهٔ شی ، همېشه ورسره دَ انجام ویره وی دغه بهتره ده ۔ مخکښې آیت کښې هغه ښځو ته خطاب دے چا چې دَ نبیﷺ سره ژوند خوښ کړو چې دَ نبیﷺ سره تعلق پهٔ وجه ستاسو مرتبه ډېره وچته ده نو تاسو دَ خپلې مرتبې ډېر خیال ساتئ ۔ دَ دې نه علاوه دا چې تاسو دَ ټول اُمت میاندې ییٔ اؤ پهٔ مور دَ اولاد خیال ساتل ډېر ضروری دی نو دَ ستاسو اعمال اؤ ستاسو اخلاق به دَ اولاد دپاره یوه نمونه وی نو تاسو ته پکار دی چې ډېر نیک عمل اؤ ډېر وچت اخلاق وساتیٔ ۔

یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ مَنْ یَّاْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ یُّضٰعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَیْنِ١ؕ وَ كَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا۝۳۰

ترجمه: اے دَ نبی ښځو کهٔ پهٔ تاسو کښې چا وکړو څهٔ دَ بې حیاییٔ کار څرګند دوچند به شی پهٔ هغوی عذاب دوه برغه ، اؤ دا کار الله ته آسان دے ۔ ف۴۲

ف۴۲: دَ غټو دَ غلطیٔ سزا هم غټه وی نو بالفرض کهٔ له تاسو نه څهٔ غلط کار وشو نو داخیال مهٔ کویٔ چې دَ نبیﷺ سره تعلق پهٔ وجه به دَ سزا نه معاف شیٔ۔ نه بلکې دَ دې تعلق پهٔ وجه ستاسو جرم نور هم غټ شو نو سزا به دَ نورو نه زیاته درکؤلے شی اؤ تاسو ته دوچند سزا درکؤل الله ته آسان دی ۔