اَمَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ اَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً١ۚ فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ حَدَآىِٕقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ١ۚ مَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُنْۢبِتُوْا شَجَرَهَا١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ بَلْ هُمْ قَوْمٌ یَّعْدِلُوْنَؕ۶۰
ترجمه: ښه نو چا جوړ کړهٔ آسمانونه اؤ زمکه اؤ درکوزې کړې چا دَ آسمان نه اوبهٔ بیا ېٔ وټوکؤلو پهٔ هغې باغونه ښائسته ښائسته ۔ تاسو دا نهٔ شو کؤلے چې ټوکؤلے مو وې دَ دې باغونو ونې ۔ ف۷۸ آیا بل حاکم اوس شته دَ الله سره ۔ هېڅوک نه بلکې دا خلق دَ لارې نه اوړی ۔ ف۷۹
ف۷۸: ونې بوټی راټوکؤل دَ بنیادم پهٔ اختیار کښې نهٔ دی ۔ بیا پهٔ هغې کښې ګلونه اؤ مېوې اؤ فصلونه پیدا کؤل خو لرې کار دے ۔
ف۷۹: یعنی ټول خلق خبر دی اؤ خپله مشرکان هم دا اقرار کوی چې زمکه آسمانونه پیدا کؤل ، باران ورؤل ، ونې اؤ فصلونه ټوکؤل دَ الله نه غیر دَ بل چا کار نهٔ دے ۔ قرآن شریف کښې بل ځائې دَ مشرکانو دا اقرار ذکر شوے دے ۔ نو هر کله چې دا اقرار کوی اؤ دومره پوهیږی چې دَ الله نه سوا بله هستی نشته چې دَ عالم خلق اؤ تدبیر وکړی نو بیا ورسره پهٔ عبادت کښې اؤ پهٔ الوهیت کښې نور څیزونه څنګه شریکوی؟
تر دې را رسېدو نه پس بیا ټکرې ولې خوری ۔ عبادت دَ انتهائی عاجزیٔ نوم دے نو دا هغه ذات سره ښائی چې انتهائی کامل اؤ پوره با اختیاره وی ، یو ناقص عاجز اؤ بې اختیاره مخلوق دَ عبادت قابل نهٔ دے ۔ یو انتهائی عاجز اؤ بې اختیاره شے دَ انتهائی کامل سره برابرؤل غټ ظلم دے ۔
اَمَّنْ جَعَلَ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّ جَعَلَ خِلٰلَهَاۤ اَنْهٰرًا وَّ جَعَلَ لَهَا رَوَاسِیَ وَ جَعَلَ بَیْنَ الْبَحْرَیْنِ حَاجِزًا١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَؕ۶۱
ترجمه: ښه نو چا جوړه کړه زمکه دَ وسېدو قابله ، ف۸۰ اؤ جوړې ېٔ کړې دَ دې پهٔ مینځ کښې ولے اؤ کښېښوده ېٔ دَ دې دپاسه دَ سکون دپاره بوج ، ف۸۱ اؤ جوړه ېٔ کړه دَ دوؤ دریابونو ترمینځه پړده ، ف۸۲ نو آیا اوس شته څوک حاکم دَ الله سره ۔ هېڅوک نشته لېکن دوی کښې اکثر خلق نهٔ پوهیږی۔ ف۸۳
ف۸۰: یعنی دَ بنیادمو اؤ څارویو دَ وسېدو قابله چې پهٔ آرام پکښې ژوند تېروی اؤ فائدې ترې اخلی ۔
ف۸۱: یعنی درانهٔ غرونه ېٔ پرې دپاسه کښېښؤل چې پهٔ ځائې ودریږی اؤ خوزی نه ۔
ف۸۲: دَ دې تفصیل لږ مخکښې پهٔ سورتِ فرقان کښې تېر شوے دے ۔ دَ آیت ”وَ ھُوَ الَّذِیْ مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ ھٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّ ھٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ وَّ جَعَلَ بَیْنَھُمَا بَرْزَخًا وَّ حِجْرًا مَحْجُوْرًا“ فوائد وګوریٔ ۔
ف۸۳: یعنی دَ داسې کامل قدرت اؤ اختیار مالک بل ذات شته چې داسې کارونه وکړی؟ چې نشته نو معلومه شوه چې دا مشرکان هسې دَ ضد اؤ جهالت پهٔ وجه دَ شرک ژورې کندې ته پرېوتی دی ۔
اَمَّنْ یُّجِیْبُ الْمُضْطَرَّ اِذَا دَعَاهُ وَ یَكْشِفُ السُّوْٓءَ وَ یَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ الْاَرْضِ١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَؕ۶۲
ترجمه: ښه ، نو څوک اوری آواز دَ بې کسه مجبور ، کله چې ورته فریاد کوی اؤ لرې کوی تکلیف ، ف۸۴ اؤ څوک تاسو نائبان کویٔ دَ مخکښینیو پهٔ زمکه ۔ ف۸۵ نو آیا بل څوک شته حاکم دَ الله سره ۔ تاسو ډېر لږ سوچ کویٔ ۔ ف۸۶
ف۸۴: یعنی کله چې الله وغواړی دَ بې اسرې فریادی سوال قبول کړی اؤ سختی ترې لرې کړی ۔ بل ځائې ارشاد دے ۔ ”فَیَکْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ“ (سوره انعام) ګویا عالم اسباب کښې دعا هم الله تعالیٰ یو سبب پیدا کړے دے چې دَ خپلو شرائطو دَ وجود اؤ موانعو لرې کېدو نه پس دَ الله تعالیٰ پهٔ اراده ورباندې نتیجه مرتب کیږی ۔ علامه طیبی لیکلی دی ۔ پهٔ دې کښې مشرکانو ته خبردارے دے چې دَ سختې پهٔ وخت کښې تاسو نه هم خپل باطل معبودان هیر شی ۔ الله ته سوالونه کویٔ ۔ نو بیا دَ فطرت اؤ ضمیر دا آواز دَ امن اؤ اطمینان پهٔ وخت کښې ولې نهٔ اوریٔ ۔
ف۸۵: یعنی یو قوم یا نسل ختم کړی اؤ دَ هغوی پهٔ ځائې پهٔ هغه زمکه بل قوم اؤ بل نسل آباد کړی چې هغوی پکښې مالکانه اؤ شاهانه تصرّف کوی ۔
ف۸۶: یعنی کهٔ دَ عقل نه ېٔ کار اخستے اؤ سوچ ېٔ کؤلے نو دَ لرې تلو ضرورت نهٔ وهٔ پهٔ خپلو ضروریاتو اؤ دَ قومونو پهٔ اقتدار بدلېدو رابدلېدو باندې سوچ کؤلو نه پس به خپله پهٔ دې پوهه شوی وو چې دَ کومې هستیٔ پهٔ لاس کښې دا اختیار دے یواځې هم دَ هغهٔ عبادت پکار دے ۔
اَمَّنْ یَّهْدِیْكُمْ فِیْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ وَ مَنْ یُّرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًۢا بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ تَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَؕ۶۳
ترجمه: ښه نو څوک لار ښئی تاسو ته دَ ځنګل اؤ سمندر پهٔ تیرو کښې ، ف۸۷ اؤ چلوی هواګانې زېری راوړونکے دَ هغهٔ دَ رحمت نه مخکښې ۔ ف۸۸ نو آیا اوس شته بل څوک حاکم دَ الله سره ، الله ډېر لوئے دے دَ هغه څهٔ چې دوی ورسره شریکوی ۔ ف۸۹
ف۸۷: یعنی دَ خشکې اؤ سمندر پهٔ تیرو کښې دَ ستوریو پهٔ ذریعه تاسو ته لار ښیٔ ۔ بې واسطې وی کهٔ دَ قطب نما وغېره آلاتو پهٔ واسطه وی ۔
ف۸۸: یعنی دَ باران نه یخې هواګانې چلوی چې تاسو ته دَ باران خوشخبری راؤړی ۔
ف۸۹: یعنی چرته هغه کامل قادرِ مطلق اؤ حکیم برحق ذات اؤ چرته عاجز اؤ ناقص مخلوق چې تاسو ېٔ ورسره پهٔ خداییٔ کښې شریکویٔ ۔
اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۶۴
ترجمه: ښه نو څوک دَ اول سره پیدا کوی مخلوق اؤ بیا به ېٔ دوباره کوی، ف۹۰ اؤ څوک روزی درکوی تاسو ته دَ آسمان نه اؤ زمکې نه ۔ ف۹۱ نو اوس شته بل څوک حاکم دَ الله سره ۔ ورته ووایه راؤړیٔ خپل دلیل ، کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ۔ ف۹۲
ف۹۰: وړومبی ځل پیدا کؤل خو ټول منی چې دَ الله کار دے ۔ دوباره پیدا کؤلو کښې دَ ځنو خلقو شک دے ۔ لېکن هغوی هم کهٔ سوچ وکړی نو پهٔ دې به پوهه شی چې دوباره پیدا کؤل هم دَ هغه چا کار دے چا چې دا دنیا پهٔ وړومبی ځل پیدا کړے ده ۔
ف۹۱: یعنی څوک دے چې دَ آسمان اؤ زمکې دَ ظاهری اسبابو پهٔ ذریعه دَ خپل حکمت موافق تاسو ته روزی درکوی؟ بې دَ الله نه بل هېڅوک نشته ۔
ف۹۲: نو دَ دومره صفا اؤ واضحو دلیلونو نه پس هم کهٔ تاسو دَ الله پهٔ وحدانیت ایمان نهٔ راؤړیٔ اؤ دَ شرک بدیٔ نهٔ منیٔ نو کهٔ تاسو سره پهٔ دې خپله باطله عقیده بل څهٔ مضبوط دلیل وی نو پیش ېٔ کړیٔ چې دروغ رښتیا معلوم شی ۔ لېکن هغوی سره دلیل چرته دے چې پیش ېٔ کړی ۔ هغوی خو پهٔ پټو سترګو خپلو مشرانو پسې روان دی ۔ لکه بل ځائې ارشاد دے:
”وَ مَنْ یَّدْعُ مَعَ اللهِ اِلٰھًا اٰخَرَ لَا بُرْھَانَ لَهٗ بِهٖ فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ“ (سورتِ مؤمنون ، رکوع ۶)
قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ١ؕ وَ مَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ۶۵
ترجمه: تهٔ ووایه نهٔ دی خبر څوک چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې دی دَ پټو خبرو نه مګر یو الله ، ف۹۳ اؤ دوی هېڅ خبر نهٔ دی چې کله به بیا ژوندی کیږی ۔ ف۹۴
ف۹۳: پهٔ دې آیت کښې دَ تېر مضمون تکمیل اؤ دَ راتلونکی تمهید دے ۔ دَ سپارې دَ شروع نه دَ الله تعالیٰ دَ کامل قدرت ، تمام رحمت اؤ کامل ربوبیت بیان را روان دے ۔ یعنی هر کله چې پهٔ دې ټولو صفاتو کښې هغه منفرد دے بل څوک ورسره شریک نشته ۔ نو عبادت هم یواځې دَ هغهٔ پکار دے بل څوک ورسره شریکؤل نهٔ دی پکار ۔ پهٔ دې آیت کښې پهٔ یوه بله طریقه استدلال دے ۔ یعنی دَ عبادت قابل صرف هغه ذات دے چې دَ کامل قدرت سره سره دَ کامل علم خاوند هم وی چې هېڅ شے دَ هغهٔ دَ کامل علم نه بهر نهٔ وی اؤ څرګند غټ اؤ وړوکی شی هر څهٔ نه پوره پوره خبر وی ۔ دا هغه صفت دے چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې بې دَ الله نه بل هېچا ته نهٔ دے حاصل ۔ دا صرف دَ ربّ العزت خاصه ده ۔ نو دَ معبود کېدو حقدار هم صرف هغه یو ذات دے ۔ (تنبیه) ټول مغیبات (پټ څیزونه) بې دَ الله نه بل هېچا ته نهٔ دی معلوم ۔ نهٔ دَ غیبو دَ علم کنجانې الله تعالیٰ بل چا ته حواله کړی دی اؤ نهٔ دَ هېڅ یو پټ شی علم بل مخلوق ته بالذات کېدے شی څو پورې چې الله تعالیٰ ېٔ ورنهٔ کړی ۔ البته دَ ځنو پټو خبرو علم الله تعالیٰ پهٔ خپل اختیار ځنو خپلو بندګانو ته ورکوی ۔ ځکه مونږ دا وئیلی شو چې فلانی سړی ته الله تعالیٰ دَ دې پټې خبرې علم ورکړے دے ۔ لېکن پهٔ دومره قدرې خبرو چا ته عالمِ غیب نهٔ شی وئیلې ، نهٔ پهٔ قرآن شریف اؤ احادیثو کښې چرته چا دپاره دا الفاظ راغلی دی چې فلانے ”عَالِمُ الْغَیْب“ دے ۔ بلکې پهٔ احادیثو کښې دَ دې نه منع راغلے ده ۔ ځکه چې علمِ غیب خصوصیت دَ الله تعالیٰ دے ۔ اؤ پهٔ ظاهره دا الفاظ دَ هغې خلاف دی ۔ ځکه پخو عالمانو دَ هغې ټولو الفاظو استعمال ناجائز ګڼلې دے ۔ کوم چې پهٔ ظاهره دَ یو صحیح خبرې خلاف ښکاری ۔ اګرچې دَ لغت پهٔ اعتبار ېٔ معنٰی صحیح وی ۔ لک دا وئیل ”اِنَّ اللهَ لَا یَعْلَمُ الْغَیْبَ“ ۔ الله پهٔ غیبو عالم نهٔ دے ۔ مطلب ېٔ دا وی چې دَ الله نه هېڅ پټ نهٔ دی ۔ هر څهٔ ورته څرګند دی ځکه ورته دَ غیبو علم نشته ۔ نو اګرچې مطلب ېٔ صحیح دے ۔ لېکن ظاهری الفاظ ېٔ دَ بې ادبیٔ اؤ ګستاخیٔ دی ځکه داسې وئیل ناروا دی ۔ یا لکه یو سړے ووائی ۔ اِنِّیْ اُکْرِهُ الْحَقَّ (زما حق نهٔ دے خوښ) اؤ دَ حق نه ېٔ مراد مرګ وی چې یقینی راتلونکے شے دے ۔ یا ووائی اِنَّیْ اُحِبُّ الْفِتْنَةَ (زما فتنه خوښه ده) اؤ دَ فتنې نه ېٔ مراد اولاد وی چې قرآن کښې ورته دا لفظ راغلے دے ۔ ”اِنَّمَا اَمْوَالُکُمْ وَ اَوْلَادُکُمْ فِتْنَةٌ“ یا ووائی ”اِنِّیْ اَفِرُّ مِنَ الرَّحْمَةِ“ ۔ (زهٔ دَ رحمت نه تښتم) اؤ مراد ېٔ دَ رحمت نه باران وی ۔ دا درے واړه جملې اګرچې پهٔ دې نیت اؤ مراد خرابې نهٔ دی ، لېکن دَ ظاهری معنٰی پهٔ لحاظ کومه چې عامه استعمال ده غلطې دی ۔ ځکه دَ داسې وئیلو اجازت نشته ۔ دغه شان دَ الله نه غیر بل چا ته عالمِ غیب وئیل هم جائز نهٔ دی ۔
(یاد لریٔ) دلته دَ علمِ غیب نه مطلب یقینی علم دے ، ظن اؤ ګومان نهٔ دے ۔ اؤ بلاواسطه ذاتی علم دے ۔ دَ اسبابو اؤ علاماتو پهٔ ذریعه علم نهٔ دے ۔
ف۹۴: یعنی چې قیامت به کله راځی ۔ مړی به دوباره کله ژوندی کیږی ۔ دې نه هېڅوک نهٔ دی خبر۔
بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ١۫ بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا١۫٘ بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ۠۶۶
ترجمه: بلکې ستړے ستومانه پرېوتو دَ دوی علم دَ آخرت باره کښې ۔ بلکې دوی ته پهٔ دې کښې شک دے ۔ بلکې دا کافر ړاندهٔ دی ۔ ف۹۵
ف۹۵: یعنی خپل عقل ېٔ وزغلؤلو سټری ستومان شو اؤ دَ آخرت پهٔ حقیقت پوهه نهٔ شو ۔ نو اوس پکښې کله شک کوی اؤ کله ترې صفا انکار کوی ۔ (موضح)
اؤ ځنو مفسرانو لیکلی دی ۔ چې دَ آخرت علم ته ونهٔ رسېدل ۔ نو اوس پکښې شک کوی ۔ کله ترې انکار کوی ۔ بلکې دَ هغه دلائلو نه ېٔ سترګې پټې کړی دی چې کهٔ سوچ ېٔ پرې کړے وې نو شک به ېٔ ختم شوے وهٔ ۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّ اٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ۶۷
ترجمه: اؤ وائی دا منکران ، آیا کله چې شو مونږ خاورې اؤ زمونږ پلار نیکهٔ هم ، نو آیا مونږ به بیا دَ زمکې نه را وویستې شو ،
لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَ اٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ١ۙ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ۶۸
ترجمه: دا وعدې شوی دی زمونږ سره اؤ زمونږ پلار نیکهٔ سره دَ دې نه مخکښې ۔ دا هېڅ هم نهٔ دی خو دَ مخکښېنیو خلقو نقل دے ۔ ف۹۶
ف۹۶: یعنی زمونږ مشرانو ته هم پخوانو پېغمبرانو دغسې وئیلی وو ۔ دې دَ هغو نقل کوی ۔ لېکن دومره زمانې تېرې شوې مونږ خو ونهٔ لیدل چې چرته یو سړے بیا ژوندے شوے وی اؤ دَ خپل عمل سزا ورکړې شوے وی ۔
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ۶۹
ترجمه: تهٔ ووایه وګرځیٔ پهٔ وطن کښې نو وګوریٔ چې څهٔ شو انجام دَ ګناهګارو ۔ ف۹۷
ف۹۷: یعنی څومره مجرمانو قومونو ته پهٔ دنیا کښې سزا ورکړې شوے ده اؤ څنګه تباه شوی دی ۔ کنډرے ېٔ تاسو وینیٔ ۔ نو دَ دې نه اندازه ولګویٔ چې څنګه دَ پېغمبرانو دا خبره صحیح وه ۔ دغه شان به ېٔ دَ دوباره ژوندی کېدو اؤ آخرت کښې دَ سزا خبره هم صحیح وی اؤ ضرور به داسې کیږی ۔ ځکه چې دَ دنیا دا کارخانه داسې بې سره نهٔ ده چې څوک مالک اؤ حاکم ېٔ نشته ۔ اؤ هر کله چې پهٔ دنیا کښې ټولو مجرمانو ته پوره پوره سزا نهٔ شی ورکېدے ۔ نو پوهه شیٔ چې یو بل ژوند ضرور شته چې پهٔ هغې کښې به هر چا ته دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکؤلے شی ۔ اؤ کهٔ تاسو هم دغه شان دَ آخرت نه انکار کویٔ ۔ نو دَ نورو نافرمانو قومونو چې پهٔ دنیا کښې څهٔ انجام شو ، څنګه تباه شو دغه حال به ستاسو هم شی ۔
وَ لَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَ لَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ۷۰
ترجمه: اؤ تهٔ پهٔ دوی مهٔ خفه کېږه ، اؤ زړهٔ مهٔ تنګوه دَ دوی پهٔ فریب جوړؤلو ، ف۹۸
ف۹۸: یعنی دا خلق دَ خپل انجام نه خبر کړه اؤ کهٔ بیا هم نهٔ منی نو ډېر غم ېٔ مهٔ کوه ۔ خفه کېږه مه ۔ تا خپل فرض پوره کړو ۔ ستا کار صرف تبلیغ وهٔ ۔ داسې نافرمانو سره الله تعالیٰ ښهٔ پوهیږی دَ نورو نافرمانو قومونو غوندې به دوی ته هم سزا ورکړی۔
وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۷۱
ترجمه: اؤ دوی وائی ، کله به وی دغه وعده کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ۔ ف۹۹
ف۹۹: یعنی هغه قیامت به کله راځی اؤ دَ کوم عذاب نه چې مو ویروې دا به کله وی؟
قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ۷۲
ترجمه: ورته ووایه څهٔ لرې وه کهٔ در رسېدلے وی ستاسو تر شا هغه څیز چې تاسو ېٔ پهٔ تادیٔ غواړیٔ ۔ ف۱۰۰
ف۱۰۰: یعنی وار مهٔ خطا کویٔ ۔ دا وعده به ضرور پوره کیږی اؤ ډېره ممکنه ده چې وخت ېٔ رانژدے شوے وی ۔ لکه چې لږې ورځې پس دَ بدر پهٔ جنګ کښې څهٔ قدرې سزا ورکړې شوه ۔ دا خو پهٔ دنیا کښې سزا وه ، پاتې شوه دَ آخرت سزا نو دَ هغې هم علامې څرګندې شوی دی ۔ نژدے دے ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ۷۳
ترجمه: اؤ بېشکه ستا رب دَ فضل خاوند دے پهٔ خلقو لېکن پهٔ دوی کښې اکثر شکر نهٔ کوی ۔ ف۱۰۱
ف۱۰۱: یعنی الله تعالیٰ چې پهٔ خپل فضل عذاب کښې څهٔ تاخیر کوی نو پکار ده چې دوی دَ دې مهربانیٔ شکریه ادا کړے وې ، خپل عملونه ېٔ سم کړے وې اؤ دَ آخرت دَ سزا نه ېٔ ځان بچ کړے وې ، دَ دې مهلت نه ېٔ فائده اخستې وې، لېکن دوی ناشکری کوی اؤ عذاب پهٔ خپله خلهٔ غواړی ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَ مَا یُعْلِنُوْنَ۷۴
ترجمه: اؤ بېشکه ستا رب ښهٔ خبر دے څهٔ چې دوی پټ ساتی خپلو سینو کښې اؤ څهٔ چې څرګندوی ۔
وَ مَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ۷۵
ترجمه: اؤ نشته هېڅ پټ شے پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې ، مګر لیکلے دے پهٔ واضح کتاب کښې ۔ ف۱۰۲
ف۱۰۲: یعنی دَ ستاسو څرګندې اؤ پټې خبرې دَ زړهٔ رازونه اؤ نیتونه اؤ ارادې اؤ دَ زمکې اؤ آسمانونو هر پټ څیز دَ الله تعالیٰ پهٔ علم کښې حاضر اؤ دَ هغهٔ پهٔ دفتر کښې لیکلے موجود دے، هر کار به دَ هغه لیک موافق پهٔ خپل خپل وخت څرګندیږی ۔ پهٔ تلوار کؤلو اؤ شور غوبل جوړؤلو هېڅ نهٔ کیږی ۔ کوم څیز ته چې دَ الله پهٔ علم (تقدیر) کښې کوم وخت مقرر دے هغه کار به هم پهٔ هغه مقرر وخت کیږی اؤ بندیانو ته به هر یو ته دَ خپل نیت اؤ ارادې بدله ور رسی ۔
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ۷۶
ترجمه: دا قرآن اوروی بنی اسرائیلو ته ډېرې هغه خبرې چې دوی پکښې جګړې کوی۔
وَ اِنَّهٗ لَهُدًی وَّ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ۷۷
ترجمه: اؤ بېشکه دا قرآن هدایت دے اؤ رحمت دے مؤمنانو دپاره ۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: یعنی اوس لا دَ عملی فیصلې وخت نهٔ دے راغلے ۔ البته قرآن تاسو دَ هغه قولی اؤ عملی فیصلو نه خبروی ۔ پهٔ دغه زمانه دَ مذهبی علمونو ماهران بنی اسرائیل ګڼلی شو ۔ (عرب عاجزان خو جاهلان وو دَ هېڅ نه نهٔ وو خبر) لېکن دَ بنی اسرائیلو پهٔ عالمانو کښې هم پهٔ عقیدو اؤ احکامو کښې سخت اختلاف وهٔ ۔ قرآن دَ دغې اختلافاتو هم صحیح فیصله واؤروله ۔ (چې دا اصل حکم دے اؤ دا دوی دَ ځانه جوړ کړے دے) پهٔ حقیقت کښې صرف قرآن هغه حقیقی کتاب دے چې دنیا ته ېٔ دَ الله تعالیٰ آخری پیغام پوره پوره اؤ صفا صفا رسؤلے دے ۔ اؤ خلقو ته ېٔ دَ هغې ورځې دَ تیاریٔ دپاره صحیح لار ښیٔلی ده پهٔ کومه ورځ چې به دَ هرې معاملې عملی فیصله کیږی (اؤ هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکؤلے شی)۔
اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ١ۚ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُۙۚ۷۸
ترجمه: اؤ ستا رب به فیصله کوی دَ دوی ترمینځه پهٔ خپل حکم ، اؤ هم هغه زبردست دے پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر، ف۱۰۴
ف۱۰۴: یعنی قرآن خو راغلے صرف دَ خلقو دَ پوهه کؤل اؤ بیدارؤلو دپاره دے ۔ نور دَ معاملاتو قطعی فیصله به هغه قادر اؤ حکیم الله (دَ قیامت پهٔ ورځ) خپله کوی ۔
فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ١ؕ اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ۷۹
ترجمه: نو تهٔ اعتماد وکړه پهٔ الله ، بېشکه تهٔ ئ پهٔ صفا حقه لار ۔ ف۱۰۵
ف۱۰۵: یعنی تهٔ پهٔ یو الله پوره پوره اعتماد وکړه ۔ دَ چا دَ اختلاف او نهٔ منلو هېڅ پرواه مهٔ کوه ۔ تهٔ خپل دَ تبلیغ کار کوه پهٔ کومه لار چې تهٔ روان ئ (اؤ خلق ورته رابلې) دا داسې صفا صحیح لار ده چې هېڅ خطره پکښې نشته ۔ اوس کهٔ څوک پهٔ سمه لار نهٔ روانیږی اؤ کندو ته ځان غورزوی نو تهٔ ېٔ څهٔ غم مهٔ کوه ۔ (ستا کار صرف صحیح لار ښیٔل دی)
اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَ لَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ۸۰
ترجمه: البته تهٔ نهٔ شې اورؤلے مړیو ته اؤ نهٔ اورؤلے شې کڼو ته خپل آواز ، کله چې پهٔ شا واپس وګرځی ۔
وَ مَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ١ؕ اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ۸۱
ترجمه: اؤ نهٔ تهٔ لار ښودلے شې ړوندو ته کله چې دَ لارې نه خطا شی ، ف۱۰۶ تهٔ خو صرف هغه کسانو ته اورؤلے شې څوک چې یقین کوی زمونږ پهٔ آیتونو نو هغه فرمانبردار دی ۔ ف۱۰۷
ف۱۰۶: یعنی څنګه چې یو مړی ته آواز کؤل یا یو کوڼ ته څهٔ خبره کؤل ”بیا پهٔ داسې حال کښې چې هغهٔ شا کړی وی بل خوا روان وی دې طرف ته هډو مخ نهٔ راګرځوی“ فائده مند نهٔ دی ۔ دغه حال دَ دې مشرکانو هم دے ۔ دَ دوی زړونه مړهٔ دی اؤ دَ زړهٔ غوږونه ېٔ کاڼهٔ دی ۔ دَ اورېدو هېڅ نیت ېٔ نشته۔ نو کهٔ تهٔ ورته پهٔ نصیحتونو ځان ستړې کړې خو پهٔ دوی څهٔ اثر نهٔ کوی ۔ یو ړوند ته چې دې تر څو سترګې نهٔ وی جوړې کړے څنګه به ورته لار وښئې۔ دَ دې خلقو هم دَ زړهٔ سترګې ړندې دی اؤ کتل غواړی هم نه ۔ نو بیا به ېٔ تهٔ ورته څنګه وښئ؟
ف۱۰۷: یعنی نصیحت هغه چا ته فائده ورکوی چې هغه ېٔ دَ اورېدو نیت وکړی اؤ غوږ ورته کیږدی نو هغه بیا دَ الله پهٔ آیتونو یقین وکړی اؤ فرمانبردار شی ۔
وَ اِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ١ۙ اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ۠۸۲
ترجمه: اؤ کله چې ثابت شی پهٔ دوی خبره ، را وبه باسو مونږ دوی ته یو ځناور دَ زمکې نه چې خبرې به ورسره کوی ، ځکه چې دې خلقو زمونږ پهٔ آیتونو یقین نهٔ کؤلو ۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ قیامت نه لږ مخکښې به دَ مکّې معظّمې صفؔا نومې غوندۍ وچوی اؤ یو ژوندے ځناور به ترېنه رابهر شی چې خلقو سره به خبرې کوی اؤ ورته به وائی چې اوس قیامت نژدے دے ۔ هغه به پهٔ رښتونی ایماندارو اؤ پټو منکرانو نخښې ولګوی اؤ مؤمن اؤ کافر به هر چا ته څرګند جدا جدا کړی۔ (موضح القرآن)
دَ ځنو احادیثو نه معلومیږی چې دا به بالکل پهٔ آخری وخت کښې وی چې نمر دَ قبلې نه راخیژی ، هم پهٔ هغه ورځ ۔ قیامت خو نوم هم دَ دغې دے چې دَ دې دنیا دا موجوده نظام ټول ګډ وډ شی ۔ نو پهٔ داسې ناشنا خبرو حیرانتیا نهٔ ده پکار کوم چې به دَ قیامت دَ علامې پهٔ طور دَ قیامت نه لږ وړاندې څرګندیږی ۔ شاید چې ”دابة الارض“ پهٔ ذریعه دا ښکاره کؤل مقصود دے چې کومې خبرې تاسو دَ پېغمبرانو دَ خلې نهٔ منلې نن ېٔ دَ دې ځناور دَ خلې منیٔ ۔ خو دا منل به څهٔ فائده نهٔ ورکوی ځکه چې دَ توبې وخت به تېر وی ۔ دَ دې نه مطلب صرف دَ مشرکانو بې عقلی ښکاره کؤل دی۔
تنبیه: دَ ”دابة الارض“ پهٔ ځنو تفسیرونو کښې ډېرې ګډې وډې خبرې لیکلی شوی دی لېکن دَ صحیح احادیثو نه صرف دغه هومره ثابتیږی څومره چې مونږ دَ شاه صاحب لیکلی نقل کړل ۔ والله اعلم۔
وَ یَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ۸۳
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به غونډ را وبلو دَ هرې فرقې نه یو ټولې چا چې دروغ وې زمونږ آیتونو ته ، بیا به ډلې ډلې روان شی ۔ ف۱۰۹
ف۱۰۹: دَ هر قسمه ګناهګارو ټولی به جدا جدا وی۔
تنبیه: اکثرو مفسرانو دَ ”یُوْزَعُوْنَ“ معنٰی منع کؤل کړی دی ۔ یعنی دَ هر اُمت مکذبین چې محشر ته بوتلی شی نو دا به دومره ډېر وی چې وروستو خلق به دَ مخکښې تلو نه منع کؤلے شی ۔ لکه پهٔ ګڼه کښې چې دَ نظم و ضبط قائمؤلو دپاره اکثر دغه شان کؤلے شی ۔ (چې ټول پهٔ یو ځائې نهٔ پرېږدی ګړ بړ ترې جوړیږی ، وار پهٔ وار ېٔ روانوی)۔
حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَ لَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّا ذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۸۴
ترجمه: تر دې چې کله حاضر شی الله به ووائی ، آیا تاسو دروغ ګڼل زما آیتونه ، اؤ کهٔ پهٔ عقل کښې مو نهٔ راتلل ، اؤ کهٔ څهٔ مو کؤل ۔ ف۱۱۰
ف۱۱۰: یعنی تاسو ورباندې پوره غور هم ونهٔ کړو اؤ ځان مو هم پرې پوهه نهٔ کړو ۔ خو دَ وخته مو ترېنه انکار وکړو یا وواییٔ کهٔ داسې نهٔ وهٔ نو څهٔ مو کؤل؟ یعنی دَ ستاسو نور کار څهٔ وهٔ؟ اؤ دا مطلب ېٔ هم کېدے شی چې وواییٔ دغسې پهٔ ناپوهیٔ مو ترېنه انکار کړے دے اؤ کهٔ دَ دې نه زیات مو هم نور څهٔ ګناهونه راجمع کړی دی؟
وَ وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ۸۵
ترجمه: اؤ ثابته شوه پهٔ دوی خبره ، ځکه چې دوی شرارت کړے وهٔ ، اوس هېڅ نهٔ شی وئیلې ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی دَ هغوی دَ سرکشیٔ پوره ثبوت مهيّا شو اؤ دَ الله حجّت ورباندې پوره شو ۔ اوس هغوی هېڅ عذر نهٔ شی پیش کؤلے ۔ باقی پهٔ ځنو آیتونو کښې چې دَ هغو دَ طرف نه عذرونه پیش کؤل بیان شوی دی شاید چې هغه دَ دې سوال ځواب نه مخکښې وی ۔ بهرحال دَ دواړو موقع جدا جدا ګڼلې شی۔
اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَ النَّهَارَ مُبْصِرًا١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۸۶
ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی چې مونږ جوړه کړے ده شپه ، چې آرام پکښې وکړی ، اؤ ورځ دَ لیدو دپاره ۔ بېشکه پهٔ دې کښې دلیلونه دی دَ هغه خلقو دپاره چې یقین کوی ۔ ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی الله تعالیٰ ورته پهٔ دنیا کښې دَ خپل قدرت څنګه صفا صفا نخښې ښیٔلی دی لېکن تاسو پرې هېڅ غور ونهٔ کړو ۔ کهٔ یو دَ شپې ورځې پهٔ بدلېدو رابدلېدو مو غور کړے وې نو هم دَ الله تعالیٰ پهٔ توحید به مو یقین شوے وهٔ ۔ اؤ دا به درته معلومه شوے وه چې آخر هغه کوم طاقت دے چې داسې مضبوط نظام ېٔ جوړ کړے دے اؤ کوم رحیم و کریم ذات چې زمونږ دَ ظاهری بصیرت اؤ دنیاوی ضرورت دپاره پهٔ تیارهٔ پسې رڼا راوستې ده نو آیا هغه ذات به زمونږ دَ روحانی بصارت دپاره رڼا نهٔ راستؤله؟ مونږ به ېٔ دغه شان دَ اوهامو پهٔ تیرو کښې ټکرو خوړو ته پرېښو؟ بیا شپه څهٔ ده؟ خو دَ خوب یو وخت دے چې دَ مرګ یوه نمونه ده ۔ بیا ورځ راغله ، سترګې مو پرانستې اخوا دېخوا مو هر څهٔ ولیدل ۔ دغه شان کهٔ الله تعالیٰ دَ مرګ دَ تیرې نه پس راباندې دوباره دَ ژوند رڼا راولی نو پهٔ دې کښې مشکل څهٔ دے ۔ غرض دا چې غور کؤنکیو اؤ یقین کؤنکیو ته صرف پهٔ دې یوه خبره کښې ټول ضروری څیزونه موجود دی ۔
وَ یَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ١ؕ وَ كُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ۸۷
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به پوک وهلې شی شپېلۍ ، ف۱۱۳ نو وبه ویریږی (ټول) څوک چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څوک چې پهٔ زمکه دی بې دَ هغه چا نه چې الله اراده وکړی ۔ ف۱۱۴ اؤ ټول به هغهٔ ته راځی پهٔ عاجزیٔ سره ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۳: دَ شپیلۍ پوک وهلو فرښته اسرافیلؑ دے چې دَ شپیلۍ وهلو پهٔ انتظار ولاړ دے ۔
ف۱۱۴: پهٔ ځنو احادیثو کښې دی چې دَ ”اِلَّا مَا شَآءَ اللہُ“ نه څلور مقربې فرښتې جبرئیلؑ ۔ میکائیلؑ ۔ اسرافیلؑ۔ عزرائیلؑ مراد دی اؤ ځنو نه معلومیږی چې دَ دې مصداق شهیدان دی ۔ والله اعلم۔
ف۱۱۵: حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې پهٔ وړومبی ځل شپیلۍ وهلو باندې به تمام ژوندی مخلوق مړهٔ شی ۔ پهٔ دویٔم ځل شپیلۍ سره به ټول مخلوق (دَ دنیا دَ اول نه تر آخره) دوباره ژوندے شی ۔ پهٔ دریٔم آواز به پریشان شی اؤ پهٔ څلورم به ټول بې خوده شی ، پهٔ پنځم به بیا پهٔ خود شی (اؤ میدانِ حشر کښې به راغونډ شی) غرض دا چې شپیلۍ به ډېر ځله ووهلې شی ۔ ځنو عالمانو صرف دوه ځله وهل منلی دی اؤ دا ټول حالتونه هم پهٔ هغه دوؤ ځلو کښې راولی ۔ والله اعلم۔
وَ تَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّ هِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ١ؕ صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ١ؕ اِنَّهٗ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَفْعَلُوْنَ۸۸
ترجمه: اؤ تهٔ چې وینې غرونه ، تهٔ به ګومان کوے چې پهٔ ځائې ولاړ دی اؤ حال دا دے چې هغه به روان وی ، ف۱۱۶ څنګه چې تیریږی وریځې ، دا کاریګری ده دَ هغه الله چې مضبوط کړے ېٔ دے هر شے ف۱۱۷ ، بېشکه هغه ښهٔ خبر دے ستاسو پهٔ کارونو ۔ ف۱۱۸
ف۱۱۶: یعنی کوم غټ غټ غرونه چې تهٔ وینې اؤ دا خیال کوے چې دا به همېشه هم دغه شان پهٔ خپل ځائې مضبوط ولاړ وی اؤ هېچرې به دَ ځایه ونهٔ خوزی ۔ دا غرونه به دَ قیامت پهٔ ورځ داسې روان وی لکه دَ مالوچو پونبه چې پهٔ هوا کښې الوځی یا لکه غرونه وریځې چې پهٔ آسمان کښې روانې وی ۔ بل ځائې ارشاد دے: ”وَ بُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا فَکَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّا“ (سوره واقعه ، رکوع ۱) (اؤ غرونه به ذرې ذرې شی نو لکه دَ غبار به پهٔ هوا کښې والوزی) بل ځائې ارشاد دے ”وَ تَکُوْنُ الْجِبَالُ کَالْعِهْنِ الْمَنْفُوْشِ“ (سوره القارعه ، رکوع۱) (اؤ غرونه به شی لکه دَ وهلی رنګدارې وړۍ)۔ ”فَقُلْ یَنْسِفُهَا رَبِّیْ نَسْفًا۔“ (سوره طٰهٰ ، رکوع۶) (ورته ووایه خوارهٔ وارهٔ به کړی زما رب دا غرونه پهٔ الوزؤلو)
(نو زمکه به یو هموار میدان شی چې هم وچت ټیټ به پکښې نهٔ وی)
تنبیه: دَ دې آیت دَ زمکې دَ حرکت کؤلو اؤ اورېدلو سره هېڅ تعلق نشته څنګه چې دَ ځنو جاهلانو خیال دے۔
ف۱۱۷: یعنی چا چې هر شے پهٔ حکمت سره برابر کړے دے ۔ هم هغهٔ دا غرونه داسې مضبوط جوړ کړی وو اؤ هم هغه به ېٔ نن ذرې ذرې کړی ۔ هسې دَ تباه کؤلو دپاره نه بلکې هغه مقام ته رسؤلو دپاره پهٔ کوم غرض چې دا دنیا جوړه شوے ده ۔ نو دا ټول دَ هغه جوړونکی کاریګری ده دَ چا چې هېڅ کار دَ حکمت نه خالی نهٔ دے۔
ف۱۱۸: یعنی دَ دې دنیا دَ ورانېدو اؤ هر څهٔ ګډ وډ کېدو نه پس به دَ بندیانو سره دَ اعمالو حساب کیږی ۔ اؤ الله تعالیٰ خو دَ بنده دَ هرې ذرې ذرې حساب نه ښهٔ خبر دے نو هغه به هر چا ته دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکوی ، نهٔ به پهٔ چا ظلم کیږی اؤ نهٔ به دَ چا حق وهلې شی ۔ مخکښې آیتونو کښې دَ دې تفصیل بیانیږی۔
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا١ۚ وَ هُمْ مِّنْ فَزَعٍ یَّوْمَىِٕذٍ اٰمِنُوْنَ۸۹
ترجمه: چا چې راوړه نیکی نو هغهٔ ته به ورکؤلے شی دَ هعې نه بهتره ۔ ف۱۱۹ اؤ هغوی به پهٔ دغه ورځ دَ ویرې نه پهٔ امن وی ۔ ف۱۲۰
ف۱۱۹: یعنی دَ یو نیکیٔ پهٔ بدله کښې به لس(۱۰) چنده داسې نعمتونه ورکؤلے شی چې هغه هېچرې ختمېدونکی نهٔ دی۔
ف۱۲۰: یعنی نیکان به پهٔ دغه ورځ دَ غټې پریشانیٔ نه پهٔ امان وی ۔ لکه بل آیت چې دے۔ ”لَا یَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْاَکْبَرُ“ (غټه پریشانی به ېٔ نهٔ خفه کوی) نو کهٔ څهٔ معمولی غوندې څوک پریشان شی نو دا دَ دې آیت خلاف نهٔ دے۔
وَ مَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ١ؕ هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۹۰
ترجمه: اؤ چا چې راوړه بدی ، نو نسکور به غورزؤلے شی دَ هغو مخونه پهٔ اور کښې ۔ هم هغه بدله به مومیٔ څهٔ چې تاسو کؤل ۔ ف۱۲۱
ف۱۲۱: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه پهٔ هېچا زیاتے نهٔ کیږی ۔ چې څهٔ عمل ېٔ کړے وی دَ هغې نتیجې به مومی۔
اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ رَبَّ هٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِیْ حَرَّمَهَا وَ لَهٗ كُلُّ شَیْءٍ١٘ وَّ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَۙ۹۱
ترجمه: ما ته خو هم دغه حکم دے چې عبادت کؤم دَ دې ښار دَ مالک چا چې عزت ورکړے ، دې ته ۔ اؤ هم دَ هغهٔ دے هر څیز، ف۱۲۲ اؤ ما ته حکم دے چې وسم فرمانبردارو سره ۔ ف۱۲۳
ف۱۲۲: دَ ښار نه مراد مکّه معظّمه ده چې الله تعالیٰ (دَ خپل کور پهٔ برکت) عزت ورکړے دے ۔ هم دَ دغه عزت پهٔ وجه ېٔ نسبت الله تعالیٰ ته وشو ۔ ګنی هسې خو دَ هر څیز رب اؤ حقیقی مالک الله تعالیٰ دے۔
ف۱۲۳: یعنی دَ هغه خلقو سره وسېږم څوک چې دَ الله تعالیٰ فرمانبردار وی اؤ خپل هر څهٔ ېٔ خپل رب ته سپارلی دی۔
وَ اَنْ اَتْلُوَا الْقُرْاٰنَ١ۚ فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ ضَلَّ فَقُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ۹۲
ترجمه: اؤ دا چې تلاوت کؤم دَ قرآن ۔ ف۱۲۴ څوک چې پهٔ سمه لار را واوړېدو ، هغه را واؤړېدو دَ ځان دَ خیر دپاره ۔ اؤ څوک چې ګمراه شو نو ورته ووایه زهٔ هم دغه یم صرف ستاسو ویرؤنکے ۔ ف۱۲۵
ف۱۲۴: یعنی خپله هم دَ الله عبادت اؤ بندګی کؤم اؤ نورو خلقو ته هم قرآن اورؤم اؤ دَ الله لار ورته ښیٔم۔
ف۱۲۵: یعنی ما خو درته نصیحت وکړو ، خپله غاړه مې خلاصه کړه اوس خپل نفع نقصان ته خپله فکر وکړیٔ ۔
وَ قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ سَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ فَتَعْرِفُوْنَهَا١ؕ وَ مَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ۠۹۳
ترجمه: اؤ ووایه ټول تعریفونه دَ الله دی ، ف۱۶۶ ژر به درته وښئی خپلې نخښې ، نو تاسو به ېٔ وپېژنیٔ ، ف۱۶۷ اؤ ستا رب ناخبره نهٔ دے دَ هغه کارونو نه چې تاسو ېٔ کویٔ ۔ ف۱۶۸
ف۱۶۶: یعنی دَ الله تعالیٰ ډېر شکر دے چا چې زهٔ خپل رسول کړے یم ، پهٔ حقیقت کښې دَ ټولو تعریفونو لائق هم الله تعالیٰ دے ۔ نور چا کښې کهٔ څهٔ خوبی یا لیاقت دے نو هم هغهٔ ورکړے دے۔
ف۱۶۷: یعنی مخکښې به تاسو ته الله تعالیٰ دَ خپل قدرت نمونې اؤ زما دَ صداقت څهٔ نخښې ښکاره کړی نو تاسو به خپله پوهه شیٔ چې بېشکه دا دَ الله آیتونه دی اؤ ما دَ ځانه څهٔ نهٔ دی وئیلی ۔ پاتې شوه دا چې پهٔ هغه وخت به دا پوهه څهٔ فائده ورکوی کهٔ نه؟ دا بیله خبره ده ۔ پهٔ دې کښې دَ قیامت علامې اؤ معجزې هر څهٔ راغلهٔ۔
ف۱۸۶: یعنی تاسو چې پهٔ دنیا کښې څهٔ کار کویٔ هغه هر څهٔ الله تعالیٰ ته معلوم دی اؤ هم دَ هغې مناسب بدله به درکوی ۔ دَ سزا پهٔ وروستو کېدو دا خیال مهٔ کویٔ چې ګنی الله تعالیٰ ستاسو دَ عمل نه بې خبره دے۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَۃُ الْقَصَصِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانٌ وَّ ثَمَانُوْنَ اٰیَۃً وَّ تِسْعُ رُکُوْعَاتٍ
ترجمه: سورتِ قصص ، پهٔ مکّه کښې نازل شوے دے پهٔ دې کښې اتهٔ اتیا (۸۸) آیتونه اؤ نهه (۹) رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
طٰسٓمّٓ۱
ترجمه: طا ۔ سین ۔ میم ۔
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ۲
ترجمه: دا آیتونه دی دَ واضح کتاب ۔
نَتْلُوْا عَلَیْكَ مِنْ نَّبَاِ مُوْسٰی وَ فِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۳
ترجمه: مونږ اوروؤ تا ته څهٔ حال دَ موسٰی اؤ فرعون صحیح صحیح دَ هغه خلقو دپاره چې یقین کوی ۔ ف۱
ف۱: چې مسلمانان دَ هغه حال سره خپل حالت مقابله کړی څنګه چې دَ موسٰی علیه السّلام پهٔ زمانه کښې بنی اسرائیل ډېر کمزوری وو اؤ دَ فرعون طاقت ډېر زیات وهٔ خو الله تعالیٰ هغه کمزوری بنی اسرائیل پهٔ فرعونیانو غالب کړل اؤ فرعون ېٔ سره دَ لښکرو غرق اؤ تباه کړو ۔ دغه شان دَ مشرکانو کهٔ فی الحال ډېر طاقت دے خو الله پاک به مؤمنانو ته برے ورکړی اؤ دَ مشرکانو طاقت به ختم کړی ۔
اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْاَرْضِ وَ جَعَلَ اَهْلَهَا شِیَعًا یَّسْتَضْعِفُ طَآىِٕفَةً مِّنْهُمْ یُذَبِّحُ اَبْنَآءَهُمْ وَ یَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ۴
ترجمه: بېشکه فرعون لوئی کړے وه پهٔ ملک کښې ۔ اؤ جوړې کړے ېٔ وې دَ دې ځائې دَ خلقو نه ګڼې ډلې ، کمزورے کړے ېٔ وه پهٔ دوی کښې یوه ډله ، ف۲ ذبح کؤل به ېٔ دَ هغوی ځامن اؤ ژوندیٔ به ېٔ پرېښودې دَ هغو جونه ۔ ف۳ بېشکه وهٔ هغه فساد کؤنکے ۔ ف۴
ف۲: یعنی پهٔ مصر کښې دوه قومونه آباد وو ۔ یو دَ فرعون قوم (قبطیان) وو اؤ بل دَ موسٰیؑ قوم (سبطیان) چې دَ پېغمبرانو اولاد وهٔ، دَ غلامانو پهٔ شان وسېدل۔ هغوی به ورباندې خپل کارونه اؤ بیګارونه کؤل اؤ خپلې مخې ته ېٔ نهٔ پرېښؤل ۔
ف۳: وائی چې فرعون یو خوب لیدلے وهٔ ۔ نجومیانو ورته دَ هغې دا تعبیر بیان کړے وهٔ چې پهٔ بنی اسرائیلو کښې به یو هلک پیدا شی چې دَ هغهٔ دَ لاسه به ستا بادشاهی تباه کیږی ۔ نو هغهٔ دَ دې تباهیٔ نه ځان بچ کؤلو دپاره دا ظالمانه طریقه جوړه کړه چې پهٔ ټول ملک کښې ېٔ حکم جاری کړو چې دَ دې نه پس چې پهٔ بنی اسرائیلو کښې چرته هلک پیدا کیږی هغه به پهٔ هغه وخت قتل کؤلے شی چې نهٔ چرته هلک ځملے شی اؤ نهٔ زما نه بادشاهی واخستې شی لېکن دَ جینکیو نه ورته څهٔ خطره نهٔ وه ، بل دَ قبطیانو دَ کار روزګار اؤ دَ خدمت دپاره هم ضرورت وهٔ نو جینکۍ به ېٔ دَ وینځتوب دپاره ژوندیٔ پرېښوې ۔ ابنِ کثیرؒ لیکلی دی چې بنی اسرائیلو به پهٔ خپلو کښې دَ حضرت ابراهیم خلیل الله دَ دې پېشنګوییٔ ذکر کؤلو چې دَ بنی اسرائیلو دَ یو ځلمی دَ لاسه به دَ فرعون حکومت تباه کیږی ۔ ورو ورو دا خبرې دَ فرعون غوږو ته هم ورسېدے نو هغهٔ دَ تباهیٔ نه بچ کېدو دپاره دا ظالمانه سکیم جوړ کړو۔
ف۴: یعنی دَ هغهٔ خو کار ظلم اؤ فساد کؤل وو نو پهٔ داسې حکم جاری کؤلو کښې هغهٔ ته څهٔ رکاوټ نهٔ وهٔ ۔ بس چې څهٔ ورته زړهٔ ته راغلهٔ دَ کبر پهٔ نشه کښې ېٔ ښهٔ بد ته ونهٔ کتل خو دا ظالمانه حکم ېٔ جاری کړو۔
وَ نُرِیْدُ اَنْ نَّمُنَّ عَلَی الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا فِی الْاَرْضِ وَ نَجْعَلَهُمْ اَىِٕمَّةً وَّ نَجْعَلَهُمُ الْوٰرِثِیْنَۙ۵
ترجمه: اؤ مونږ دا غواړو چې احسان وکړو پهٔ هغه خلقو چې کمزوری شوی وو پهٔ ملک کښې اؤ کړو ېٔ سرداران اؤ کړو ېٔ وارثان ۔
وَ نُمَكِّنَ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَ نُرِیَ فِرْعَوْنَ وَ هَامٰنَ وَ جُنُوْدَهُمَا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَحْذَرُوْنَ۶
ترجمه: اؤ مضبوط ېٔ کړو پهٔ دې وطن کښې ۔ ف۵ اؤ وښیو فرعون اؤ هامان ف۶ اؤ دَ هغو لښکر ته دَ دغې خلقو پهٔ لاس هغه کار چې دوی ترې ویرېدل ۔ ف۷
ف۵: یعنی دَ هغې ظالم خو دا نیت وهٔ ، اؤ زمونږ اراده دا وه چې کمزوری مضبوط کړو اؤ مضبوط تباه و برباد کړو ۔ کوم قوم نه چې فرعون غلامان اؤ خادمان جوړ کړی وو ، هم دَ هغوی پهٔ سر مو دَ قومونو دَ سرداریٔ اؤ پهٔ دین کښې دَ مشریٔ تاج کښېښو اؤ دَ ظالمانو اؤ کبرژنو نه پاتې ماڼۍ ، باغونه اؤ خزانې مو دغه کمزوریو ته حواله کړې ۔ دَ هغوی نسل مو پهٔ دې وطن آباد اؤ ښاد کړل اؤ دَ مذهبی مشریٔ سره مو ورته دَ دنیا حکومت اؤ سرداری هم ورکړه ۔
ف۶: هامان دَ فرعون وزیر وهٔ ۔ دا ټول ظالمانه کارونه به ېٔ دَ هغهٔ پهٔ مشوره اؤ دَ هغهٔ پهٔ لاس کؤل ۔
ف۷: یعنی دَ کومې خطرې نه چې فرعون دَ بنی اسرائیلو پهٔ زرګونو واړهٔ ذبح کړل مونږ دا غوښته چې هم هغه خطره ورته پېښه شی نو فرعون دَ خپل ظلم و زور وس تمام کړو ۔ لېکن دَ چا پهٔ لاس چې الله تعالیٰ دَ هغهٔ تباهی مقرر کړے وه هغه وړوکے یعنی موسٰیؑ الله تعالیٰ دَ هغهٔ پهٔ غیږ کښې لوئے کړو هم دَ هغهٔ پهٔ مال دولت اؤ نوکرانو چاکرانو ېٔ دَ هغهٔ پهٔ محل کښې ښهٔ پهٔ قدر و عزت وساتلو اؤ فرعون ته ېٔ دا وښیٔله چې الله پاک چې څهٔ اراده وکړی هغه هېڅوک نهٔ شی منع کؤلے۔
وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّ مُوْسٰۤی اَنْ اَرْضِعِیْهِ١ۚ فَاِذَا خِفْتِ عَلَیْهِ فَاَلْقِیْهِ فِی الْیَمِّ وَ لَا تَخَافِیْ وَ لَا تَحْزَنِیْ١ۚ اِنَّا رَآدُّوْهُ اِلَیْكِ وَ جَاعِلُوْهُ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ۷
ترجمه: اؤ مونږ حکم وکړو دَ موسٰی مور ته چې دهٔ ته پئ ورکوه ۔ بیا کله کهٔ ورباندې وویرېدے نو واېٔ چوه پهٔ دریاب کښې ۔ ف۸ اؤ مهٔ ویرېږه اؤمهٔ فکر کوه ۔ مونږ ېٔ بیا واپس راګرځوؤ تا ته اؤ جوروؤ ترېنه رسول ۔ ف۹
ف۸: دَ موسٰیؑ مور خوب ولیدو یا ورته الهام وشو یا پهٔ څهٔ ذریعه دا خبر ورکړې شو چې تر څو چې څوک خبر نهٔ وی اؤ دَ قتل خطره ېٔ نهٔ وی پیدا شوے تر هغې ورته پئ ورکوه اؤ ښهٔ پالنه ېٔ کوه ۔ کله چې پهٔ خطره پوهه شوې نو پهٔ صندوق کښې ېٔ واچوه اؤ رودِ نیل کښې ېٔ پرېږده ۔ پهٔ سورتِ طٰهٰ کښې دا واقعه تېره شوے ده ۔
ف۹: مور ته ېٔ تسلّی ورکړې شوے وه چې وریرېږه مه ، دهٔ ته هېڅ خطره نشته۔ اؤ بل خوا نهٔ شی تلې ۔ بیا به ېٔ هم دَ ستا غېږې ته را رسوم ۔ دَ دهٔ پهٔ ذمه ډېر غټ کارونه دی ۔ دې دَ الله رسول دے اؤ هېڅ طاقت ورته څهٔ نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔ دې به کمال ته رسی اؤ کوم کار چې دَ دهٔ پهٔ ذمه دے هغه به پوره کوی۔
فَالْتَقَطَهٗۤ اٰلُ فِرْعَوْنَ لِیَكُوْنَ لَهُمْ عَدُوًّا وَّ حَزَنًا١ؕ اِنَّ فِرْعَوْنَ وَ هَامٰنَ وَ جُنُوْدَهُمَا كَانُوْا خٰطِـِٕیْنَ۸
ترجمه: بیا را وچت کړو هغه دَ فرعون دَ کور خلقو ۔ چې شی دَ دوی دپاره دښمن اؤ دَ غم سبب ، بېشکه فرعون اؤ هامان اؤ دَ هغوی لښکر وهٔ پهٔ غلطه ۔ ف۱۰
ف۱۰: مور پهٔ صندوق کښې واچؤلو ۔ صندوق تلو پهٔ هغه نهر کښې روان شو کوم چې دَ فرعون پهٔ باغ کښې بهېدو ۔ هلته دَ فرعون ښځې بی بی آسیې ونیؤلو ۔ چې صندوق ېٔ پرانستو ، یو ښائسته ماشوم ېٔ پکښې ولیدو ۔ دَ نبوت نور ېٔ پهٔ مخ ځلېدو ۔ دَ هغې ډېر خوښ شو ۔ دَ هغې خپل اولاد نهٔ وهٔ، پهٔ دې خیال چې دا به مې ځوئے شی ۔ پهٔ غېږ کښې ېٔ واچؤلو فرعون ته ېٔ ووې دا خو ډېر ښائسته وړوکے دے ۔ دې مهٔ وژنه زمونږ ځوئے به شی اؤ پکار به مو راشی ۔ فرعون څهٔ خبر وهٔ چې دَ کوم وړوکی دپاره مې دَ زرګونو وړو پهٔ وینو لاسونه سرهٔ کړل ۔ دا هم هغه وړوکے دے اؤ هم دَ دهٔ دَ لاسه به زما بېړۍ غرقیږی اؤ کوم وړوکے چې زهٔ اوس داسې پهٔ مینه لویوم هم دا به زما اؤ زما دَ قوم دپاره غم جوړوی ۔ اؤ کهٔ خبر شوے وې هم نو څهٔ به ېٔ کړی وو ۔ دَ الله تقدیر ېٔ بدلؤلے شو څهٔ؟ پهٔ اصل کښې دَ فرعون غټه غلطی خو دغه وه چې تقدیر ېٔ پهٔ تدبیر بدلؤلو اؤ پهٔ یو معمولی شبهه ېٔ بې شماره بې ګناه مخلوق قتل کړو۔
وَ قَالَتِ امْرَاَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَیْنٍ لِّیْ وَ لَكَ١ؕ لَا تَقْتُلُوْهُ١ۖۗ عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۹
ترجمه: اؤ ووې ښځې دَ فرعون ، دې خو یخوالے دَ سترګو دے ما ته اؤ تا ته ، دې مهٔ قتل کوه ۔ ف۱۱ شاید چې زمونږ څهٔ پکار راشی ۔ یا ېٔ پهٔ ځوی ونیسو ف۱۲ اؤ دوی هېڅ خبر نهٔ وو ۔ ف۱۳
ف۱۱: یعنی څومره ښائسته ماشوم دے ۔ سترګې پرې خوږیږی ، دَ قتل کؤلو قابل نهٔ دے ۔ مونږ به ېٔ پرورش وکړو نو زمونږ ځوئے به شی اؤ پهٔ کار به مو راشی ۔ خپل اولاد مو نشته ۔ آخر دا حکومت اؤ دومره مال و دولت به چا ته پاتې کیږی؟ ځنو احادیثو کښې راځی چې فرعون ورته ووې ۔ ستا سترګې به پرې خوږیږی زما نه ۔ قدرت دَ هغې دَ خلې بې اختیاره دَ ازلی تقدیر الفاظ ووېستل ۔
ف۱۲: یعنی هسې هم چې زمونږ پهٔ کور لوئے شی نو زمونږ پهٔ کار به راځی اؤ کهٔ مناسب وه نو خپل مُتبنّٰی (یا دَ تخت وارث) به ېٔ کړو۔
ف۱۳: یعنی دا پته خو ورته نهٔ وه چې دې لوئے شی نو څهٔ به کوی ۔ پهٔ دې خو پوهه شو چې اسرائیلی دے اؤ چا دَ ویرې پهٔ دریاب کښې غورزؤلے دے خو دا خیال ېٔ وکړو چې دومره پهٔ زرګونو واړهٔ مو مړهٔ کړل کهٔ دا یو مړ نهٔ کړو نو څهٔ به وشی ، دې نه څهٔ خبر وهٔ چې دا هم هغه ماشوم دے دَ کوم دپاره چې مونږ دا ظالمانه حکم جاری کړے دے ۔ بل ېٔ دا خیال وهٔ چې زمونږ پهٔ کور لوئے شی نو کهٔ اسرائیلی دے هم زمونږ خوی بوی به واخلی اؤ دَ خپل قوم پهٔ مقابله کښې به زمونږ ملګرتیا کوی اؤ زمونږ خلاف به نهٔ شی کؤلے ۔ هغه څهٔ خبر وهٔ چې دې دَ هغه ذات دوست دے کوم چې دَ ټول جهان پروردګار دے ۔ اؤ تهٔ دَ هغه پروردګار دښمن ئ ۔ نو هغه به دَ خپل حقیقی پروردګار پهٔ حکم دَ ستا مخالفت کوی ۔ دَ ستا پهٔ خپل ظاهری تربیت خو دومره اعتبار دے چې وائی دَ خپل قوم پهٔ مقابله کښې به زما خیال ساتی ۔ لېکن خپله خو دې دا حال دے چې دَ خپل حقیقی رب پهٔ مقابله کښې خپل قوم ته وائې چې ”اَنَا رَبُّکُمُ الْاَعْلٰی“ (زهٔ ستاسو لوئے رب یم)۔
وَ اَصْبَحَ فُؤَادُ اُمِّ مُوْسٰی فٰرِغًا١ؕ اِنْ كَادَتْ لَتُبْدِیْ بِهٖ لَوْ لَاۤ اَنْ رَّبَطْنَا عَلٰی قَلْبِهَا لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۱۰
ترجمه: اؤ سحر ته دَ موسٰی دَ مور زړهٔ کښې قرار نهٔ وهٔ ۔ نژدے وه چې څرګنده کړے ېٔ وې خپله بې قراری ، کهٔ مونږ نهٔ وې مضبوط کړے دَ هغې زړهٔ چې شی پهٔ یقین کؤنکیو کښې ۔ ف۱۴
ف۱۴: دَ موسٰیؑ مور دَ الله پهٔ حکم وروکے (بچے) خو سیند ته واچؤلو لېکن زړهٔ ېٔ صبر کله کؤلو ۔ دَ ځوی پهٔ غم کښې داسې بې قراره شوه چې نژدے وه چې صبر ېٔ تمام شوے وې اؤ خلقو ته ېٔ وئیلی وې چې ما خپل ځوئے دغه شان پهٔ سیند لاهو کړے دے کهٔ چا ته ېٔ څهٔ پته وی نو ما خبر کړیٔ ۔ خو چې دَ الله وعده به ېٔ یاده شوه چې زهٔ به ېٔ بیا تا ته واپس راولم ۔ نو لږه تسلّی به ېٔ وشوه اؤ بیا به ېٔ زړهٔ مضبوط کړو حال به ېٔ ونهٔ وې۔
وَ قَالَتْ لِاُخْتِهٖ قُصِّیْهِ١٘ فَبَصُرَتْ بِهٖ عَنْ جُنُبٍ وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَۙ۱۱
ترجمه: اؤ وېٔ وئیل دَ موسٰی خور ته ورپسې ورپسې ځه نو کتل ېٔ ورته ۔ ناغرضه غوندې اؤ هغوی هېڅ خبر نهٔ شو ۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی کله چې دَ فرعون پهٔ محل کښې صندوق پرانستې شو اؤ خلقو کښې مشهوره شوه چې دَ فرعون ښځې داسې ښائسته وړوکے پهٔ نهر کښې نیؤلے دے ۔ دَ موسٰیؑ مور هم خبر شوه نو خپله لور ېٔ دَ فرعون محل ته واستؤله چې حال احوال معلوم کړی اؤ مور ته خبر راؤړی چې وړوکے پهٔ څهٔ حال کښې دے ۔ خو ورته ېٔ ووې چې ځان ناغرضه کړه چا ته وایه مه چې زما ورور دے ۔ جینۍ هوښیاره وه ۔ پټ پټ ېٔ حال معلوم کړو ۔ پهٔ ګڼه کښې ولاړه وه ، هېڅوک پرې خبر نهٔ شو چې دَ دې هلک خور ده ۔
وَ حَرَّمْنَا عَلَیْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰۤی اَهْلِ بَیْتٍ یَّكْفُلُوْنَهٗ لَكُمْ وَ هُمْ لَهٗ نٰصِحُوْنَ۱۲
ترجمه: اؤ بند کړے وې مونږ پهٔ موسٰی دایانې دَ دې نه مخکښې ، نو هغې ورته ووې ، آیا زهٔ تاسو ته وښیٔم داسې کور واله ، چې پالنه وکړی دَ دهٔ تاسو دپاره اؤ هغوی دَ دهٔ خیر خواه دی ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی کله چې دَ بی بی آسیې پهٔ منت زاریٔ فرعون هم دَ وړوکی پهٔ پرورش راضی شو نو دَ دائی غم ېٔ کؤلو چې وړوکی ته پئ ورکړی ۔ ډېرې دایانې ېٔ راوستې خو الله پاک موسٰیؑ دَ خپلې مور نه علاوه دَ بل چا دَ پیو خوړو نه منع کړے وهٔ ۔ هغهٔ دَ یوې دائی سینه پهٔ خلهٔ نهٔ کړه ۔ نو دَ بی بی آسیې سره غم شو چې دَ ولږې رانه مړ نهٔ شی ۔ دَ فرعون نوکران دَ داسې ښځې پهٔ لټون کښې وو چې دا هلک ېٔ سینه واخلی ۔ دَ موسٰیؑ خور هم پهٔ ګڼه کښې ولاړه وه هغې ورته ووې چې زهٔ به درته یوه ډېره ښهٔ کورنیٔ وښیٔم چې دَ دهٔ به ډېر ښهٔ تربیت وکړې شی ۔ فرعون دَ موسٰیؑ مور را وغوښته ۔ هغې چې موسٰیؑ پهٔ غېږ کښې واچؤلو نو هلک سینه واخسته اؤ پهٔ پیو څښلو ېٔ شروع وکړه ۔ فرعون ډېر خوشحاله شو اؤ هغې ته ېٔ ډېر انعام ورکړو ۔ فرعون خو خپل محل کښې پاتې کؤله خو هغې ورته عذر پیش کړو چې ما ته دَ کوره بهر وسېدل ګران دی ۔ دَ وړوکی پالنه به زهٔ پهٔ خپل کور وکړم ۔ فرعون راضی شو۔ هغې خپل ځوئے کور ته راوستو اؤ فرعون ورته دَ هغهٔ دَ تربیت دپاره غټه تنخواه مقرر کړه ۔
فَرَدَدْنٰهُ اِلٰۤی اُمِّهٖ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَ لَا تَحْزَنَ وَ لِتَعْلَمَ اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۠۱۳
ترجمه: نو مونږ واپس ورسؤلو خپلې مور ته چې یخې شی دَ هغې سترګې اؤ خفه نهٔ شی اؤ پوهه شی چې دَ الله وعده حقه ده ۔ ف۱۷ لېکن اکثر خلق نهٔ پوهیږی ف۱۸
ف۱۷: یعنی الله تعالیٰ چې ورسره کومې دوه وعدې کړے وې چې واپس به ېٔ تا ته راولم اؤ دَ رسالت مرتبه به ورکؤم نو یوه وعده خو ېٔ پهٔ خپلو سترګو ولیده چې پوره شوه اؤ دَ بلې متعلق ېٔ هم یقین وشو چې پوره به شی۔
ف۱۸: یعنی دَ الله تعالیٰ وعده رښتونی ده پهٔ خپل وخت ضرور پوره کیږی خو ترمینځه ېٔ داسې واقعات راشی چې دَ اکثرو خلقو پکښې شکونه پیدا شی۔
وَ لَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَ اسْتَوٰۤی اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّ عِلْمًا١ؕ وَ كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۱۴
ترجمه: بیا کله چې ورسېدو موسٰی خپل طاقت ته اؤ عقل ېٔ پوخ شو، ورکړو مونږ ورته حکمت اؤ علم ۔ اؤ هم دغه شان بدله ورکوؤ مونږ نیکانو ته ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی موسٰیؑ چې ځلمے شو اؤ عقل ېٔ ښهٔ پوخ شو نو مونږ ورته ډېړې دَ حکمت خبرې وښیٔلې اؤ خاص علم (دَ نبوت) علم مو ورکړو ۔ هغه دَ وړوکوالی نه نیک خویه اؤ نیک کرداره وهٔ اؤ داسې کسانو باندې مونږ دغه شان مهربانی کوؤ ۔
وَ دَخَلَ الْمَدِیْنَةَ عَلٰی حِیْنِ غَفْلَةٍ مِّنْ اَهْلِهَا فَوَجَدَ فِیْهَا رَجُلَیْنِ یَقْتَتِلٰنِ١٘ۗ هٰذَا مِنْ شِیْعَتِهٖ وَ هٰذَا مِنْ عَدُوِّهٖ١ۚ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِیْ مِنْ شِیْعَتِهٖ عَلَی الَّذِیْ مِنْ عَدُوِّهٖ١ۙ فَوَكَزَهٗ مُوْسٰی فَقَضٰی عَلَیْهِ١٘ۗ قَالَ هٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ١ؕ اِنَّهٗ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِیْنٌ۱۵
ترجمه: اؤ راننوتو ښار ته پهٔ داسې وخت کښې چې بې خبره وو دَ هغه ځائې خلق ۔ ف۲۰ نو وېٔ موندل دلته دوه سړی چې پهٔ جنګ وو ۔ دا یو دَ دهٔ دَ ډلې وهٔ اؤ دا بل دَ دهٔ پهٔ دښمنانو کښې ، نو فریاد وکړو دهٔ ته هغه سړی چې دَ دهٔ دَ ډلې وهٔ دَ هغه سړی نه چې دَ دهٔ دښمن وهٔ ، نو هغه (دښمن) ته سوک وکړو موسٰی نو فیصله ېٔ کړو ۔ وې وئیل دا دَ شیطان کار دے ۔ بېشکه دا دښمن دے ګمراه کؤنکے څرګند ۔
ف۲۰: یعنی موسٰیؑ چې ځلمے شو نو یوه ورځ ښار ته پهٔ داسې وخت کښې لاړو چې دَ ښار خلق لا وودهٔ پراتهٔ وو ۔ شاید سحر وختی یا دَ شپې ناوخته یا دَ غرمې وخت وهٔ ۔
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ فَاغْفِرْ لِیْ فَغَفَرَ لَهٗ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ۱۶
ترجمه: وې وئیل اے ربه ما بد وکړل دَ خپل ځان سره نو تهٔ ما وبخښې ، نو وېٔ بخښلو۔ بېشکه هم هغه بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۲۱
ف۲۱: موسٰیؑ چې ځلمې شو ، پهٔ ښهٔ بد پوهه شو نو دَ فرعون دَ قوم نه ېٔ دَ هغوی دَ ظلم زور اؤ کفر پهٔ وجه نفرت پیدا شو اؤ دَ بنی اسرائیلو سره به ېٔ دَ هغوی دَ کمزوریٔ اؤ مظلومیٔ پهٔ وجه همدردی کؤله ۔ دَ موسٰیؑ خپل کور دَ ښار نه لږ بهر وهٔ ۔ موسٰیؑ به کله کله ښار ته دَ فرعون کره راتلو ۔ خو اکثر وخت به ېٔ خپل کور دَ مور پلار سره تېرؤلو ۔ دَ فرعون دَ قوم قبطیانو دَ هغهٔ سره جوړ نهٔ وهٔ چې دَ بل قوم سړے دے اؤ دَ بادشاه سره ځی راځی هسې نه چې څهٔ لوئے درجې ته ورسی اؤ دَ طاقت مالک شی ، دَ خپل قوم څهٔ امداد ونهٔ کړی ۔ یوه ورځ موسٰیؑ ښار ته راغلو څهٔ ګوری چې دوه کسان پهٔ جګړه دی ۔ یو قبطی دے اؤ یو اسرائیلی دے ۔ اسرائیلی چې موسٰیؑ ولیدو نو ورته ېٔ فریاد وکړو چې ما دَ دې قبطی دَ ظلم نه خلاص کړه ۔ وائی چې دا قبطی دَ فرعون باورچی وهٔ ۔ موسٰیؑ خو دَ قبطیانو دَ زور ظلم نه خبر وهٔ ، دَ اسرائیلی امداد ته تیار شو ۔ کېدے شی چې پهٔ دغه وخت ورته قبطی سخت الفاظ هم وئیلی وی لکه ځنو تفسیرونو کښې چې لیکلی دی ۔ بهرحال موسٰیؑ ورته دَ قهره یو مضبوط سوک ورکړو ۔ موسٰیؑ طاقتور ځلمے وهٔ اؤ دَ زړهٔ دَ اخلاصه ېٔ سوک ورکړے وهٔ ۔ ممکنه وه چې پهٔ څهٔ خراب ځائې ورغلی وی خو هر څهٔ چې وو قبطی پهٔ هغه ځائې لتے وټکؤلے ۔ پاڅېدو ته جوړ نهٔ شو ۔ موسٰیؑ ته دا اندازه نهٔ وه چې دا مردار به داسې پهٔ یو سوک مری ۔ بیا ورستو خفه وهٔ چې ناحقه مې یو سړے مړ کړو ۔ دا صحیح د ه چې قبطی کافر وهٔ ، حربی وهٔ اؤ دَ موسٰیؑ ېٔ نیت هم دَ وژلو نهٔ وهٔ ۔ خو بیا هم دا څهٔ دَ جهاد موقع خو نهٔ وه چې دَ حربی کافر وژل پکښې جائز وو ۔ هلته دا خطره هم وه چې هسې نه دَ دې واقعې نه پهٔ بنی اسرائیلو خبره نوره هم سخته نهٔ شی ۔ نو بیا ډېر خفه شو اؤ پوهه شو چې دې معامله کښې دَ شیطان څهٔ حرکت ضرور شته ۔ دَ پېغمبرانو فطرت دومره صفا ، اخلاق دومره پاکیزه اؤ استعداد دومره اعلیٰ وی چې دَ نبوت نه مخکښې هم دَ خپل ذرې ذرې عمل حساب کوی اؤ پهٔ معمولی غلطیٔ هم دَ الله پاک نه پهٔ ژړا ژړا معافی غواړی نو موسٰیؑ هم دَ دې خطائی سمدستی معافی وغوښته اؤ الله تعالیٰ معافی ورکړه ۔ غالبًا دَ دې معافیٔ خبر به دَ الهام پهٔ ذریعه ورکړې شوے وی ۔ آخر پېغمبر دَ پېغمبریٔ نه اول هم دَ ولایت پهٔ درجه کښې وی ۔
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ فَلَنْ اَكُوْنَ ظَهِیْرًا لِّلْمُجْرِمِیْنَ۱۷
ترجمه: وې وئیل اے ربه څنګه چې تا فضل کړے پهٔ ما نو بیا به زهٔ هېچرې دَ ګناهګارو مرسته نهٔ کؤم ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی تا چې څنګه پهٔ خپل فضل و کرم ما ته عزت ، آرام و راحت راکړے دے اؤ غلطیٔ دې راته معاف کړی دی ۔ دَ دې پهٔ شکریه کښې زهٔ دا وعده کؤم چې مخکښې دپاره به ډېر خیال ساتم اؤ هېچرې به دَ یو مجرم ملګرتیا نهٔ کؤم ۔ شاید چې وروستو ورته دَ هغه اسرائیلی څهٔ جرم هم معلوم شوے وی اؤ کېدے شی چې دَ مجرم نه ېٔ مراد کفار اؤ قبطیان وی اؤ دا هم کېدے شی چې شیطان ترې مراد وی ۔ یعنی وړومبی ځل خو شیطان خطا کړم ، غلطی مې وکړه بیا به ډېر خیال ساتم ۔ اؤ کېدے شی چې اسرائیلی ته ېٔ مجرم پهٔ دې وجه وئیلی وی چې هغه دَ موسٰیؑ نه دَ غلطیٔ کېدلو سبب وهٔ ۔ والله اعلم۔
فَاَصْبَحَ فِی الْمَدِیْنَةِ خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ فَاِذَا الَّذِی اسْتَنْصَرَهٗ بِالْاَمْسِ یَسْتَصْرِخُهٗ١ؕ قَالَ لَهٗ مُوْسٰۤی اِنَّكَ لَغَوِیٌّ مُّبِیْنٌ۱۸
ترجمه: بیا سحر راپاڅېدو پهٔ دغه ښار کښې ویرېدؤنکے انتظار کؤنکے ۔ ف۲۳ نو ناڅاپه هم هغه سړے چې امداد ېٔ ترې غوښتې وهٔ پرون ، بیا ېٔ ورته فریاد کؤلو ۔ ف۲۴ ووې ورته موسٰی بېشکه تهٔ څرګند بې لارې ئ ۔ ف۲۵
ف۲۳: یعنی لارې ته ېٔ کتل اؤ پهٔ دې انتظار وهٔ چې دَ مقتول وارثانو به دَ فرعون پهٔ دربار کښې پهٔ ما دعویٰ کړی وی ۔ کتې به شی چې هغه ورته څهٔ وائی؟ څوک مجرم ګڼی اؤ زما سره څهٔ سلوک کوی؟
ف۲۴: یعنی هم هغه اسرائیلی نن دَ یو بل قبطی سره پهٔ جنګ وهٔ ۔
ف۲۵: یعنی هره ورځ دې غوبل جوړ کړے وی اؤ ما دَ خلقو سره پهٔ جنګ ورولے ۔ ګناه هم ستا ده ۔
فَلَمَّاۤ اَنْ اَرَادَ اَنْ یَّبْطِشَ بِالَّذِیْ هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا١ۙ قَالَ یٰمُوْسٰۤی اَتُرِیْدُ اَنْ تَقْتُلَنِیْ كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًۢا بِالْاَمْسِ١ۖۗ اِنْ تُرِیْدُ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ جَبَّارًا فِی الْاَرْضِ وَ مَا تُرِیْدُ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْمُصْلِحِیْنَ۱۹
ترجمه: بیا کله چې ېٔ اراده وکړه چې لاس واچوی هغه سړی ته چې دَ دواړو دښمن وهٔ ۔ هغهٔ ووې اے موسٰی ، آیا ما هم داسې وژنې لکه چې وژلے دې دے یو سړے پرون ۔ ف۲۶ تهٔ خو هم دا غواړې چې زور ظلم کوے پهٔ ملک کښې ۔ اؤ دا نهٔ غواړې چې شې صلح کؤنکے ۔ ف۲۷
ف۲۶: موسٰیؑ پهٔ ظالم قبطی لاس وچتؤلو خو پهٔ خلهٔ ېٔ اسرائیلی ته بد رد ووې نو دَ هغهٔ دا خیال شو چې کهٔ پهٔ ما ګوذار کوی نو دَ ځان دَ ویرې ېٔ ووې چې پرون خو دې یو بې ګناه مړ کړے دے ، نن دې ما ته نیت وکړو؟ تر اوسه دَ پرونی مرګ څهٔ پته نهٔ وه لګېدلے چې چا کړے دے ۔ خو نن اسرائیلی دَ خپلې خلې نه مشهوره کړه ۔
ف۲۷: یعنی تا ته خو دَ زور ظلم اؤ زبردستیٔ چل درځی اؤ دا نهٔ کوے چې پهٔ خوږه خوږه دَ دوؤ کسو جوړ راولې ۔
وَ جَآءَ رَجُلٌ مِّنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ یَسْعٰی١٘ قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنَّ الْمَلَاَ یَاْتَمِرُوْنَ بِكَ لِیَقْتُلُوْكَ فَاخْرُجْ اِنِّیْ لَكَ مِنَ النّٰصِحِیْنَ۲۰
ترجمه: اؤ راغلو دَ ښار دَ لرې سر نه یو سړے پهٔ منډه ۔ وېٔ وئیل اے موسٰی ، بېشکه درباریان مشورې کوی ستا پهٔ حق کښې چې تا قتل کړی ، نو ځان وباسه ۔ زهٔ ستا خیرخواه یم ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی دَ مرګ خبر فرعون ته ورسېدو چې هغه قبطی خو دَ موسٰیؑ دَ لاسه مړ دے نو پهٔ دربار کښې مشورې شروع شوې چې ښه دَ اسرائیلیانو هم دومره طاقت پیدا شو چې پهٔ قبطی لاس پورته کوی ۔ نوکران ېٔ خوارهٔ کړل چې موسٰیؑ راولیٔ ۔ شاید کهٔ پهٔ دغه وخت ېٔ موندې وې نو پهٔ بدله کښې به ېٔ دَ قتل کؤلو اراده کړے وه خو پهٔ دغه ډله کښې الله تعالیٰ دَ موسٰیؑ یو خیرخواه پیدا کړو ۔ پهٔ منډه هغهٔ ته راغلو چې معامله خرابه ده ، دَ ښار نه ځان وباسه ۔ حضرت شاه صاحب لیکی : دا واقعه رسول اللهﷺ ته دې دپاره واورؤلے شوه چې پهٔ پېغمبرانو داسې سختې راځی ۔ تا ته به هم مشرکان دَ مرګ صلاح کوی ۔ موسٰیؑ هم دَ وطن نه وتې وهٔ ۔ تهٔ به هم دا کلے پرېږدې ۔ هم دغه شان وشوه چې یوه شپه مشرکانو دَ حضور اکرمﷺ دَ مرګ صلاح کړے وه پهٔ هغه شپه الله پاک حضورﷺ ته دَ هجرت حکم ورکړو اؤ حضورﷺ مدینې منوّرې ته هجرت وکړو۔
فَخَرَجَ مِنْهَا خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ١٘ قَالَ رَبِّ نَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۠۲۱
ترجمه: بیا هغه دَ ښار نه ووتو پهٔ ویره ویره لار ېٔ څارله ۔ وې وئیل اے ربه ما بچ کړه دَ بې انصافو خلقو نه ۔
وَ لَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْیَنَ قَالَ عَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یَّهْدِیَنِیْ سَوَآءَ السَّبِیْلِ۲۲
ترجمه: اؤ کله چې مخه ېٔ وکړه مدین طرف ته ۔ وې وئیل چې امید دے چې ما رب روان کړی پهٔ نېغه لاره باندې ۔ ف۲۹
ف۲۹: موسٰیؑ پهٔ تلوار دَ مصر نه ووتو ۔ لار ورته معلوم نهٔ وه دَ الله تعالیٰ نه ېٔ سوال وکړو چې یا الله تهٔ راته سمه لار وښئې ما ته خو پته نهٔ لګی چې پهٔ کومه لاړ شم ۔ نو الله تعالیٰ دَ مدین پهٔ لار روان کړو اؤ دَ امن اؤ حفاظت ځائې ته ېٔ ورسؤلو ۔
وَ لَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْیَنَ وَجَدَ عَلَیْهِ اُمَّةً مِّنَ النَّاسِ یَسْقُوْنَ١٘۬ وَ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمُ امْرَاَتَیْنِ تَذُوْدٰنِ١ۚ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا١ؕ قَالَتَا لَا نَسْقِیْ حَتّٰی یُصْدِرَ الرِّعَآءُ١ٚ وَ اَبُوْنَا شَیْخٌ كَبِیْرٌ۲۳
ترجمه: اؤ کله چې ورسېدو دَ مدین اوبو ته وېٔ موندل یوه ډله خلق چې اوبهٔ ېٔ څکؤلے (پهٔ خپلو څاروؤ)، ف۳۰ اؤ وې لیدې دَ هغوی نه اخوا دوه جینکۍ چې ځان ته ولاړې وې ۔ ورته ېٔ ووې چې ستاسو څهٔ حال دے، هغوی ووې چې اوبهٔ نهٔ څکوؤ ، تر دې چې نور شپانهٔ واپس شی ، ف۳۱ اؤ زمونږ پلار دَ ډېر عمر بوډا دے ۔ ف۳۲
ف۳۰: مدین ته دَ مصر نه دَ لس اتو ورځو مزل دے ۔ ستړې ستومانه وږې تږې هلته ورسېدو ۔ دَ کلی نه بهر دَ یو کوهی پهٔ غاړه ېٔ خلق ولیدل چې څاروی اوبهٔ کوی، دې هم دَ یوې ونې سیوری ته دمې ته کښېناستو ۔
ف۳۱: دا دواړه جینکۍ دَ پردې اؤ شرم حیا پهٔ وجه یوې ډډې ته ولاړې وې چې سړی خپل مال اوبهٔ کړی دَ کوهی نه ډډې ته شی نو مونږ به بیا پهٔ قلار مال اوبهٔ کړو ۔ اؤ شاید چې دَ کوهی درنه بوقه ېٔ نهٔ شوه راوېستې ۔ دَ سړیو نه پاتې اوبهٔ به ېٔ مال ته ورکؤلے ۔
ف۳۲: یعنی کهٔ زمونږ پلار خپله تکړه وې بوډا نهٔ وې نو مونږ به مال اوبو ته خپله نهٔ راوستو ۔
فَسَقٰی لَهُمَا ثُمَّ تَوَلّٰۤی اِلَی الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ اِنِّیْ لِمَاۤ اَنْزَلْتَ اِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیْرٌ۲۴
ترجمه: بیا (موسٰی) اوبهٔ کړل دَ هغوی څاروی ۔ ف۳۳ بیا یو طرف ته سیوری ته شو ، نو وې وئیل اے ربه څهٔ بهتری ده چې ستا دَ طرف نه پهٔ ما نازلیږی زهٔ هغې ته محتاج یم ۔ ف۳۴
ف۳۳: دَ پېغمبرانو طبیعت داسې وی ۔ ستړې ستومانه وهٔ ۔ جینکۍ ېٔ پېژندې نه خو غیرت ورغلو چې زهٔ به یم اؤ دا حیادارې جینکۍ به دَ همدردیٔ نه محرومې وی ۔ پاڅېدو ، خلق ېٔ اخوا دېخوا کړل ۔ دَ کوهی نه ېٔ اوبهٔ را ووېستې اؤ دَ جینکیو څاروی ېٔ اوبهٔ کړل ۔
ف۳۴: یعنی اے الله زهٔ دَ خپل محنت اجرت دَ چا بنده نه نهٔ غواړم اؤ کهٔ تهٔ راسره پهٔ خپل فضل څهٔ احسان کوے نو هغې ته هر وخت محتاج یم ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ جینکۍ پوهه شوې چې دا سړے چې سیوری ته ناست وهٔ څوک ستړې ستومانه مسافر وهٔ ۔ ستړې دے ۔ وږې به هم وی اؤ ناشنا دے ۔ نو لاړې پلار ته ېٔ خبر یوړو ۔ دا دَ شعیبؑ لوڼه وې ۔ هغهٔ ته دَ ډېرې مودې نه دَ یو نیک سړی ضرورت وهٔ چې دَ هغوی ګډې بیزې سنبالې کړی ۔ ځکه چې خپله کمزورے شوے وهٔ ۔
فَجَآءَتْهُ اِحْدٰىهُمَا تَمْشِیْ عَلَی اسْتِحْیَآءٍ١٘ قَالَتْ اِنَّ اَبِیْ یَدْعُوْكَ لِیَجْزِیَكَ اَجْرَ مَا سَقَیْتَ لَنَا١ؕ فَلَمَّا جَآءَهٗ وَ قَصَّ عَلَیْهِ الْقَصَصَ١ۙ قَالَ لَا تَخَفْ١۫ٙ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۲۵
ترجمه: بیا راغله هغهٔ ته پهٔ هغوی کښې یوه جینۍ ۔ چې را روانه وه دَ حیادارو پهٔ شان، ف۳۵ وې وئیل چې زما پلار تا غواړی چې بدله درکړی دَ هغه نیکیٔ چې تا زمونږ څاروی اوبهٔ کړی ۔ ف۳۶ کله چې موسٰی ورغې اؤ خپله ټوله قصه ېٔ ورته تېره کړه ۔ هغهٔ ووې ، مهٔ ویرېږه ۔ بچ شوې دَ بې انصافه خلقو نه ۔ ف۳۷
ف۳۵: څنګه چې دَ حیادارو جینکیو دستور دے غلې غلې را روانه وه اؤ وائی چې دَ شرمه ېٔ مخ ته پلو نیؤلے وهٔ ۔ سترګې ېٔ ورسره نهٔ مخامخ کؤلے خو خبره ېٔ ورته وکړه ۔
ف۳۶: حضرت موسٰیؑ خو دَ الله نه دَ امداد سوال کؤلو چې دَ الله امداد ورته را ورسېدو نو ولې به ېٔ نهٔ قبلؤلو؟ دَ جینۍ سره روان شو ۔ وائی هغه مخکښې شو ۔ جینۍ ته ېٔ ووې چې تهٔ راپسې راځه اؤ ما ته لار ښیه ۔
ف۳۷: موسٰیؑ حضرت شعیبؑ ته خپله ټوله قصه تېره کړه ۔ هغهٔ تسلّی ورکړه چې اوس پرواه مهٔ کوه ۔ دا ځائې دَ فرعون دَ حکومت نه بهر دے ۔
قَالَتْ اِحْدٰىهُمَا یٰۤاَبَتِ اسْتَاْجِرْهُ١٘ اِنَّ خَیْرَ مَنِ اسْتَاْجَرْتَ الْقَوِیُّ الْاَمِیْنُ۲۶
ترجمه: جینکو کښې یوې ووې اے پلاره دا سړے نوکر کړه ۔ تهٔ کهٔ ښهٔ نوکر ساتل غواړې نو بېشکه دې مضبوط اؤ ایماندار دے ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی تا ته مضبوط اؤ ایماندار سړے پکار وهٔ ۔ دې سړی کښې دواړه خوبیٔ شته ۔ زور خو ېٔ هغوی خپله لیدلے وهٔ چې یواځې ېٔ درنه بوکه را ووېسته اؤ څاروی ېٔ اوبهٔ کړل اؤ ایمانداری ېٔ هم درته معلومه شوه چې پهٔ ناشناییٔ کښې ېٔ بې طمعې دَ دوی امداد وکړو ۔
قَالَ اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ اُنْكِحَكَ اِحْدَی ابْنَتَیَّ هٰتَیْنِ عَلٰۤی اَنْ تَاْجُرَنِیْ ثَمٰنِیَ حِجَجٍ١ۚ فَاِنْ اَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ١ۚ وَ مَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اَشُقَّ عَلَیْكَ١ؕ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ۲۷
ترجمه: هغهٔ ووې ، زهٔ غواړم چې پهٔ دې جینکیو کښې یوه تا ته پهٔ نکاح کړم پهٔ دې شرط چې تهٔ زما نوکری وکړې اتهٔ کاله ، ف۳۹ بیا کهٔ دې پوره کړل لس کاله نو دا ستا احسان دے ۔ ف۴۰ اؤ زهٔ دا نهٔ غواړم چې پهٔ تا سختی وکړم ۔ کهٔ الله وغواړی تهٔ به ما بیا مومې دَ نیکانو نه ۔ ف۴۱
ف۳۹: دا اتهٔ(۸) کاله خدمت دَ نکاح مهر وهٔ ۔ دَ امام ابو حنیفهؒ پهٔ مذهب اوس هم کهٔ جینۍ بالغه وی نو دَ هغې پهٔ خوښه ېٔ خپلوان دغه شان مهر مقرر کؤلے شی ۔ دلته خو هسې دَ نکاح وړومبیٔ خبرې دی ۔ څرګنده ده چې وروستو به ېٔ ورته یوه جینۍ پهٔ ګوته کړی وی اؤ دَ دواړو رضا به ېٔ معلومه کړے وی ۔
ف۴۰: یعنی کم از کم اتهٔ (۸) کاله خو به زما خدمت کوے ضرور ، اؤ کهٔ دوه کاله دې زیاتی تېر کړل ، لس(۱۰) دې پوره کړل نو دا به ستا ښېګړه وی ۔
ف۴۱: یعنی زهٔ به درباندې څهٔ ګران کار نهٔ کؤم اؤ زما طبیعت به هم درته معلوم شی چې بد خویه نهٔ یم ۔ انشاء الله زما سره به دَ طبعی مناسبت پهٔ وجه ډېر خوشحال ئ۔
قَالَ ذٰلِكَ بَیْنِیْ وَ بَیْنَكَ١ؕ اَیَّمَا الْاَجَلَیْنِ قَضَیْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَیَّ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ۠۲۸
ترجمه: موسٰی ووې ۔ دا زما اؤ ستا ترمینځه وعده ده ۔ کومه نېټه چې ما پوره کړه نو پهٔ ما به زیاتې نهٔ کیږی ، اؤ الله پهٔ دې خبرو ګواه دے ۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی ما ته به دا اختیار وی چې اتهٔ کاله تېرؤم، کهٔ لس ۔ بهرحال دا وعده ما ته منظوره ده ۔ اؤ الله زمونږ پهٔ دې معامله ګواه دے ۔ پهٔ احادیثو کښې راځی چې موسٰیؑ بیا لس (۱۰) کاله پوره کړل۔
حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ رسول اللهﷺ هم اتهٔ کاله پس بیا مکّه معظّمه فتح کړه اؤ خپل وطن ته راغلو ۔ اؤ کهٔ دَ هغهٔ خوښه وې نو دَ دې نه مخکښې ېٔ هم مکّه معظّمه فتح کؤلے شوه خو پهٔ خپله خوښه ېٔ دا اتهٔ کاله بهر تېر کړل ۔
فَلَمَّا قَضٰی مُوْسَی الْاَجَلَ وَ سَارَ بِاَهْلِهٖۤ اٰنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ نَارًا١ۚ قَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ۲۹
ترجمه: بیا کله چې پوره کړه موسٰی هغه نېټه اؤ ځان سره ېٔ روانه کړه خپله کورواله ۔ وې لیدو دَ کوهِ طور پهٔ طرف یو اور، وې وئیل کورواله ته ودرېږیٔ ما ولیدو یو اور ۔ شاید چې دَ هغه ځائې نه تاسو ته څهٔ خبر راؤړم یا دَ اور یوه سکروټه ۔ چې تاسو تاودهٔ شیٔ ۔
فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْاَیْمَنِ فِی الْبُقْعَةِ الْمُبٰرَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ اَنْ یّٰمُوْسٰۤی اِنِّیْۤ اَنَا اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَۙ۳۰
ترجمه: بیا کله چې اور ته ورغلو آواز ورته وشو دَ میدان دَ ښی اړخ پهٔ مبارکه ټوټه کښې دَ یوې ونې نه ف۴۳ چې اے موسٰی زهٔ یم الله دَ ټول جهان رب ۔
ف۴۳: دا هم هغه وه چې موسٰیؑ ته ورباندې رڼا ښکاره شوے وه ۔
وَ اَنْ اَلْقِ عَصَاكَ١ؕ فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّ لَمْ یُعَقِّبْ١ؕ یٰمُوْسٰۤی اَقْبِلْ وَ لَا تَخَفْ١۫ اِنَّكَ مِنَ الْاٰمِنِیْنَ۳۱
ترجمه: اؤ دا چې تهٔ وغورزوه خپله همسا ، نو بیا چې ېٔ ولیده هغه همسا چې چجه ېٔ خوزؤله لکه دَ مار ، پهٔ شا شو اؤ وروستو ېٔ ونهٔ کتل ، اے موسٰی، رامخکښې شه اؤ مهٔ ویرېږه ۔ تا ته هېڅ خطره نشته ۔
اُسْلُكْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ١٘ وَّ اضْمُمْ اِلَیْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذٰنِكَ بُرْهَانٰنِ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ مَلَاۡىِٕهٖ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ۳۲
ترجمه: ننه باسه لاس خپل ګرېوان ته را وبه وځی تک سپین بې عیبه، ف۴۴ اؤ راغونډ کړه ځان ته خپل لاس له ویرې ۔ ف۴۵ نو دا دوه دلیلونه دی ستا دَ رب له طرفه فرعون اؤ دَ هغهٔ سردارانو ته ف۴۶ بېشکه دوی وو نافرمانه خلق ۔
ف۴۴: دَ دې رکوع واقعات ټول پوره پهٔ تفصیل سره سورتِ طٰهٰ کښې تېر شوی دی ۔ هغه وګوریٔ ۔
ف۴۵: یعنی لاسونه دَ سینې سره جحت کړه دَ مار ویره به دې دَ زړهٔ نه ووځی شاید چې مخکښې راتلونکے ویرې دَ لرې کېدو دپاره هم دا طریقه وه ۔
ف۴۶: یعنی همسا نه مار جوړېدل اؤ دَ لاس سپین پرقېدل تا ته دَ معجزې پهٔ طور دَ خپلې پېغمبریٔ دَ تصدیق پهٔ ثبوت کښې درکړې شو چې پهٔ فرعونیانو باندې حجت پوره شی ۔
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ۳۳
ترجمه: (موسٰی) ووې اے ربه ما وژلے دے دَ هغوی نه یو سړے نو زهٔ ورېږم چې ما به قتل کړی ۔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی کهٔ دَ ورتلو سره هغوی دَ قبطی پهٔ بدل کښې قتل کړم نو دَ ستا پېغام به ورته څنګه ورسؤم؟
وَ اَخِیْ هٰرُوْنُ هُوَ اَفْصَحُ مِنِّیْ لِسَانًا فَاَرْسِلْهُ مَعِیَ رِدْاً یُّصَدِّقُنِیْۤ١٘ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ۳۴
ترجمه: اؤ زما ورور هارون ۔ دَ هغهٔ ژبه زما نه زیاته روانه ده ۔ نو هغه زما سره کړه چې زما تصدیق کوی ۔ ما سره فکر دے چې هغوی به ما دروغژن وګڼی ۔ ف۴۸
ف۴۸: پهٔ داسې وخت کښې چې دَ بنده سره یو تائید اؤ تصدیق کؤنکے ملګرے وی نو زړهٔ مضبوط وی اؤ دَ خطراتو مقابله آسانه وی ۔ بل دا چې دَ موسٰیؑ ژبه پهٔ خبرو کښې نښته اؤ هارونؑ فصیح وهٔ ۔ نو دَ بحث پهٔ وخت کښې ورته دَ هغهٔ نه ډېره فائده رسېدے شوه ۔
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِاَخِیْكَ وَ نَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطٰنًا فَلَا یَصِلُوْنَ اِلَیْكُمَا١ۛۚ بِاٰیٰتِنَاۤ١ۛۚ اَنْتُمَا وَ مَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغٰلِبُوْنَ۳۵
ترجمه: الله ووې زهٔ به مضبوط کړم ستا مټ ستا پهٔ ورور اؤ دربه کړم تاسو دواړو ته غلبه ۔ نو نهٔ به شی در رسېدې تاسو ته ، دَ نښانو پهٔ برکت زمونږ ، تاسو اؤ ستاسو تابعدار به غالب وی ۔ ف۴۹
ف۴۹: یعنی دواړه خواستونه دې منظور شو ۔ زمونږ دَ معجزو پهٔ برکت به درته فرعون څهٔ وئیلی نهٔ شی اؤ هارونؑ دې هم ملګرے شو ، مټ به دې پرې مضبوط شی ۔ اؤ دَ دې معجزو پهٔ برکت به هم تاسو اؤ دَ ستاسو ملګری غالب وی۔
فَلَمَّا جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًی وَّ مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ۳۶
ترجمه: بیا کله چې راغلو هغوی ته موسٰی زمونږ دَ څرګندو نښانو سره ۔ هغوی ووې دا نور هېڅ نهٔ دی خو جادو دے دَ ځانه جوړ کړې شوے ، ف۵۰ اؤ مونږ نهٔ دی داسې اورېدلی دَ خپلو مشرانو پلار نیکهٔ نه ۔ ف۵۱
ف۵۰: فرعونیانو چې معجزې ولیدے نو وېٔ وئیل چې دا خو صفا جادو دے اؤ دا خبره چې تهٔ دَ الله پېغمبر ئ اؤ هغهٔ مونږ ته راستؤلے ئ ۔ دا خبره دې هم دَ ځانه جوړه کړے ده ۔ وحې وغېره هېڅ نشته خو دَ سحر پهٔ زور پهٔ مونږ ځان زیاتوے ۔
ف۵۱: یعنی دې چې دا کومې خبرې کوی چې (۱) الله یو دے اؤ (۲) هغهٔ دا دنیا پیدا کړے ده اؤ (۳) هم هغه به ېٔ یو ځل فنا کوی اؤ (۴) بیا به ېٔ دوباره پیدا کوی اؤ حساب به کیږی اؤ (۵) دا چې زهٔ دَ الله پېغمبر یم ۔ دا ټولې خبرې داسې ناشنا دی چې مونږ چرته دَ خپلو مشرانو نه نهٔ دی اورېدلې (نو ځکه دا ټولې دروغ اؤ دَ نهٔ منلو دی)
وَ قَالَ مُوْسٰی رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی مِنْ عِنْدِهٖ وَ مَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ۳۷
ترجمه: اؤ ووې موسٰی ، زما رب ښهٔ خبر دے چې چا راوړے دَ هدایت خبره دَ هغهٔ دَ طرف نه ۔ اؤ دَ چا دپاره به وی دَ آخرت کور ۔ بېشکه دَ بې انصافو خیر نشته۔ ف۵۲
ف۵۲: یعنی الله ښهٔ خبر دے چې زهٔ رښتونے یم اؤ هم دَ هغهٔ دَ طرف نه مې هدایت راؤړے دے نو ځکه به آخر کار زهٔ کامیاب یم اؤ څوک چې بې انصافی کوی اؤ زما پهٔ صحیح خبره یقین نهٔ کوی دَ هغوی آخر انجام به خراب وی ۔
وَ قَالَ فِرْعَوْنُ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَاُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرِیْ١ۚ فَاَوْقِدْ لِیْ یٰهَامٰنُ عَلَی الطِّیْنِ فَاجْعَلْ لِّیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَطَّلِعُ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی١ۙ وَ اِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ۳۸
ترجمه: اؤ ووې فرعون اے درباریانو ما ته خو نهٔ دے معلوم چې ستاسو بل حاکم وی غیر زما نه ۔ نو اور بل کړه اے هامانه خټې ته زما دپاره ۔ بیا جوړ کړه زما دپاره یو وچت محل چې زهٔ سر ښکاره کړم دَ موسٰی خدائې ته ، زما پهٔ خیال خو دې دروغژن دے ۔ ف۵۳
ف۵۳: یعنی خپل وزیر هامان ته ېٔ ووې چې دَ خښتو یوه بټۍ جوړه کړه اؤ دَ پخو خښتو نه راته یوه وچته مناره جوړه کړه چې آسمان ته نژدے شم ۔ پهٔ زمکه خو ما ته دَ ځان نه علاوه بل خدائې چرته نهٔ ښکاری اؤ پهٔ آسمان کښې مې هم خیال نهٔ دے چې وی خو بیا هم دَ موسٰیؑ دَ خبرې ځواب خو به وشی (چې ما پهٔ آسمان هم وکتل بل خدائې هېچرته نشته ، تهٔ یقینی دروغ وائې) معلومیږی داسې چې دا خبره ېٔ دَ مسخرو دپاره کؤله اؤ کېدے شی چې دَ بې وقوف عقل هم داسې خراب شوے وهٔ چې دغسې بې مطلبه خبرې ېٔ پهٔ دماغو کښې ګرځېدې اؤ سمه خبره ېٔ مزغو ته نهٔ پرېوته ۔
وَ اسْتَكْبَرَ هُوَ وَ جُنُوْدُهٗ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ ظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ اِلَیْنَا لَا یُرْجَعُوْنَ۳۹
ترجمه: اؤ لوئی وکړه هغهٔ اؤ دَ هغهٔ لښکر پهٔ ملک کښې پهٔ ناحقه ۔ اؤ دا ګومان ېٔ وکړو چې دوی به زمونږ طرف ته واپس نهٔ راځی ۔
فَاَخَذْنٰهُ وَ جُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ١ۚ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ۴۰
ترجمه: نو مونږ راګېر کړو هغه اؤ دَ هغهٔ لښکر ، نو ومو غورزؤل پهٔ دریاب کښې ۔ نو وګوره چې څهٔ انجام شو دَ بې انصافو ۔ ف۵۴
ف۵۴: یعنی دَ خپل انجام نه بالکل ناخبره اؤ دَ حکومت دَ لوییٔ پهٔ نشه کښې مست بې خوده وهٔ ۔ دا خیال ېٔ نهٔ وهٔ چې دَ سر دپاسه سر شته څټ به ورته مات کړی ۔ آخر ورباندې الله تعالیٰ خپل قهر نازل کړو اؤ دَ لښکر سره ېٔ پهٔ سمندر کښې غرق کړو ۔ دَ ظالمانو بې انصافو دغه انجام وی ۔
وَ جَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ١ۚ وَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ لَا یُنْصَرُوْنَ۴۱
ترجمه: اؤ کړل مو دوی مشران چې رابلی خلق دوزخ ته ، ف۵۵ اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ دوی هېڅ امداد نهٔ کیږی ۔ ف۵۶
ف۵۵: یعنی دلته دَ ګمراهانو مشر وهٔ ، خلق به ېٔ دَ سمې لارې نه ګمراهیٔ ته راغونډؤل نو دَ قیامت پهٔ ورځ به هم دَ دوزخیانو مشر وی ۔ دَ ټولو نه مخکښې به دوزخ ته روان وی ۔ نور به هم ځان سره دوزخ ته وغورزوی۔
”یَقْدُمُ قَوْمَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَاَوْرَدَهُمُ النَّارَ ؕ وَ بِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُوْدُ“ (دَ خپل قوم نه به مخکښې مخکښې روان وی دَ قیامت پهٔ ورځ ، نو ټول به دوزخ ته ورسوی اؤ ډېر ناکاره دے دغه دَ رسېدو ځائې ۔
ف۵۶: یعنی دَ دې ځائې حکومت اؤ لښکرې زور طاقت به هلته هېڅ کار نهٔ ورکوی ۔ هلته به هېڅوک امداد نهٔ شی ورکؤلے ۔ دَ هر څهٔ سره به دوزخ ته وغورزؤلی شی اؤ هېڅوک به ېٔ بچ نهٔ کړې شی۔
وَ اَتْبَعْنٰهُمْ فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا لَعْنَةً١ۚ وَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ هُمْ مِّنَ الْمَقْبُوْحِیْنَ۠۴۲
ترجمه: اؤ وروستو پرېښود مونږ پهٔ دوی باندې پهٔ دې دنیا کښې لعنت ، اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ به دوی ډېر پهٔ بد حال وی ۔ ف۵۷
ف۵۷: یعنی دَ آخرت هغه ناکاره انجام اؤ بد حال خو ېٔ پهٔ ځائې پرېږده ۔ پهٔ دې دنیا کښې به هم تر قیامته پرې خلق لعنت وائی ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ مِنْۢ بَعْدِ مَاۤ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ الْاُوْلٰی بَصَآىِٕرَ لِلنَّاسِ وَ هُدًی وَّ رَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ۴۳
ترجمه: اؤ ورکړو مونږ موسٰی ته کتاب پس دَ دې نه چې تباه مو کړل وړومبنی قومونه ۔ ف۵۸ داسې کتاب چې دَ خلقو پوهؤنکے اؤ هدایت اؤ رحمت دے ، دَ دې دپاره چې دا خلق ېٔ یاد ولری ۔ ف۵۹
ف۵۸: دَ توریٰت دَ نازلېدو نه پس داسې عام عذاب کم راغلے دے ۔ دَ آسمانی تباهیٔ پهٔ ځائې دَ جهاد حکم وشو ۔ پهٔ دې طریقه پهٔ کافرو عذاب راځی ۔ ځکه چې ټول خلق به کافر نهٔ وی ، ځنی کسان به پکښې دَ الله پهٔ حکم چلېدونکی هم وی ۔ ځکه عام عذاب بند شو ۔
ف۵۹: یعنی دَ موسٰیؑ کتاب توریٰت دَ خلقو دپاره دَ هدایت اؤ رحمت اؤ دَ پوهې اؤ نصیحت یوه ذریعه وه ۔ چې خلق دا ولولی ، الله یاد کړی اؤ دَ دې پهٔ نصیحتونو عمل وکړی ، دَ شریعت احکام زده کړی اؤ پهٔ سمه لار روان شی ۔ پهٔ آسمانی کتابونو کښې قرآن کریم نه پس دویٔمه درجه دَ توریٰت وه اؤ نن هم چې خلقو ورکښې تحریف کړے دے، دَ هغې دَ ضروری علومو اؤ احکامو حفاظت قرآن کریم کوی۔
وَ مَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِیِّ اِذْ قَضَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسَی الْاَمْرَ وَ مَا كُنْتَ مِنَ الشّٰهِدِیْنَۙ۴۴
ترجمه: اؤ نهٔ وې تهٔ مغرب طرف ته ۔ کله چې مونږ واستؤلو موسٰی ته حکم ۔ ف۶۰ اؤ نهٔ وې تهٔ هلته حاضر ۔
ف۶۰: یعنی دَ کوه طور مغرب اړخ ته کوم ځائې چې موسٰیؑ ته نبوت ورکړې شوے وهٔ ۔
وَ لٰكِنَّاۤ اَنْشَاْنَا قُرُوْنًا فَتَطَاوَلَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ١ۚ وَ مَا كُنْتَ ثَاوِیًا فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ تَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا١ۙ وَ لٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ۴۵
ترجمه: لېکن مونږ پیدا کړی دی ګڼ قومونه ، بیا وږدهٔ شو پهٔ هغوی عمرونه ، ف۶۱ اؤ تهٔ نهٔ وسېدے دَ مدین والوؤ سره چې اورؤل مونږ هغوی ته خپل آیتونه ۔ لېکن وو مونږ چې رسولان مو را استؤل ۔ ف۶۲
ف۶۱: یعنی تهٔ خو دَ هغې وخت واقعات داسې صحیح صحیح بیانوے لکه چې تهٔ په هغه ځائې کښې ولاړ وې اؤ دا هر څهٔ دې پهٔ خپلو سترګو لیدل ۔ لېکن دا څرګنده خبره ده چې تهٔ پهٔ هغه ځائې کښې موجود نهٔ وې اؤ دا هم ټولو ته معلومه ده چې تا دَ تاریخ کتابونه نهٔ دی لوستی ، اُمّی ئ اؤ دَ چا عالم سره مجلس کښې هم نهٔ ئ ناست چې دَ هغهٔ نه دې خبرې اورېدلے وی اؤ نهٔ پهٔ دې زمانه کښې مکّه کښې داسې څوک پوره عالم موجود وهٔ چې دا واقعات ورته صحیح صحیح معلوم وو ۔ نو بیا عذر پکار دے چې دَ حضرت محمّد مصطفٰیﷺ سره دا علم دَ کوم ځائې نه راغلو ۔ حقیقت دا دے چې پهٔ تېرو قومونو دورمه وږده زمانه تېره شوے ده چې دَ خلقو نه هغه واقعات اؤ هغه علوم اؤ دَ هغه زړو کتابونو هدایات بالکل هیر شوی دی نو هغه علیم و خبیر ذات اراده وکړه چې دَ یو اُمّی پهٔ خلهٔ خلقو ته هغه زوړ سبق وریاد کړی اؤ هغه عبرتناکې قصې اؤ دَ نصیحت واقعات ورته صحیح صحیح بیان کړی چې خلق پهٔ اقرار مجبور شی چې دا بیان دَ هغه الله دَ طرف نه دے چې همېشه راسې اؤ پهٔ هر ځائې کښې موجود دے اؤ دَ هر څهٔ نه ښهٔ خبر دے ۔
ف۶۲: یعنی موسٰیؑ ته چې پهٔ مدین کښې کوم حالات پېښ شوی وو هغه خو تهٔ داسې صحیح صحیح بیانوے لکه چې تهٔ پهٔ هغه وخت مدین کښې خپله موجود وې اؤ لکه نن چې دَ مکّې معظّمې خلقو ته دَ الله آیتونه اوروې ۔ دغه شان دې دَ مدین خلقو ته اورؤل ۔ لېکن دا خو ظاهره ده چې تهٔ پهٔ هغه وخت مدین کښې موجود نهٔ وې ۔ حقیقت دا دے چې زمونږ پخوا راسې دا طریقه ده چې خلقو ته دَ نصیحت کؤلو اؤ غفلت نه بیدارؤلو دپاره خپل پېغمبران را استوؤ ۔ دَ دغې عام عادت موافق مو اوس پهٔ دې زمانه کښې تهٔ را استؤلے ئ چې خلقو ته زاړهٔ واقعات اؤ عبرتناکې خبرې صحیح صحیح بیان کړې اؤ خلق دَ غفلت دَ خوب نه بیدار کړې ۔ نو ځکه مو تا ته دَ دغو واقعاتو صحیح علم درکړو اؤ ستا پهٔ ذریعه مو خلق خبر کړل چې یاد ېٔ وساتی اؤ نصیحت قبول کړی ۔
وَ مَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّوْرِ اِذْ نَادَیْنَا وَ لٰكِنْ رَّحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ۴۶
ترجمه: اؤ تهٔ نهٔ وې دَ کوهِ طور پهٔ اړخ کښې کله چې مونږ آواز ورکړو ، لېکن دا انعام دے ستا دَ رب له طرفه ۔ ف۶۳ چې تهٔ وویروې هغه قوم چې نهٔ دے راغلے هغوی ته څوک ویرؤنکے ستا نه مخکښې دې دپاره چې یاد ېٔ وساتی ۔ ف۶۴
ف۶۳: یعنی کوم وخت چې مونږ موسٰیؑ ته ”اِنَّیْۤ اَنَا اللهُ رَبَّ الْعَالَمِیْنَ“ آواز ورکؤلو نو تهٔ هلته ولاړ نهٔ وې چې اورېدلے دې وو خو دا دَ الله تعالیٰ انعام اؤ احسان دے چې تهٔ مو دې واقعاتو نه خبر کړې اؤ تا ته مې هم پهٔ جبلِ نور (غارِ حرا) کښې دغه شان نبوّت درکړو لکه موسٰیؑ ته چې مو پهٔ کوهِ طور ورکړے وهٔ اؤ دَ تا سره هم دَ مکّې معظّمې نه مدینې منورې ته تلو کښې دَ مدین تاریخ دوباره کړې شو ۔
ف۶۴: یعنی تهٔ دَ مکّې مشرکانو ته دغه عبرتناک واقعات بیان کړه ممکنه ده چې دوی یاد وساتی اؤ نصیحت قبول کړی ۔
تنبیه: پهٔ ”مَاۤ اُنْذِرَ اٰبَآءُهُمْ“ کښې غالبًا نژدے پلار نیکهٔ مراد دی ۔ ځکه چې نژدے زمانه کښې عربو کښې بل پېغمبر نهٔ وهٔ راغلے ۔ ډېره زمانه مخکښې خو ورکښې ګڼ پېغمبران راغلی وو ۔
وَ لَوْ لَاۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ مُّصِیْبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَیَقُوْلُوْا رَبَّنَا لَوْ لَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ وَ نَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۴۷
ترجمه: اؤ دې دپاره چې کهٔ چرې راشی پهٔ دوی څهٔ آفت دَ هغه کارونو پهٔ سبب چې دوی مخکښې استؤلی ۔ دوی به وائی اے ربه، ولې دې نهٔ راستؤلو مونږ ته یو رسول ۔ چې مونږ تابعداری کړے وې ستا دَ آیتونو اؤ شوے وې پهٔ ایماندارو کښې ۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی پېغمبران راتلل خو دَ دې قوم خوش قسمتی ده ګنی توحید خو دومره څرګند اؤ دومره ضروری امر دے چې کهٔ بغیر دَ پېغمبر راتلو نه صرف دَ عقل پهٔ وجه الله پاک مخلوق ته پهٔ شرک اؤ نورو ناکاره کارونو سزا ورکؤلے هم دا به بې انصافی نهٔ وه ۔ لېکن دا خالص دَ الله تعالیٰ فضل اؤ احسان دے چې دَ خبرداریٔ دپاره ېٔ پېغمبران را واستؤل ۔ اوس دَ کافرو سره څهٔ معقول عذر پاتې نهٔ شو ۔ اؤ کهٔ بې دَ پېغمبر راستؤلو ېٔ سزا ورکؤلے نو ممکن ده چې وئیلی ېٔ وې ، مونږ خو دَ خپل ځان نه خبر نهٔ وو ۔ تا به مونږ خبر کړی وو څوک استاذے به دې راستؤلے وهٔ چې مونږ ته ېٔ وئیلی وې چې دا کارونه دَ الله پاک نهٔ دی خوښ نو مونږ به هېچرې داسې کارونه نهٔ وو کړی۔ هسې دې پهٔ ناخبریٔ کښې را ونیؤلو کهٔ مونږ ته دې پېغمبر راستؤلے وې نو مونږ به پرې ایمان راوړے وهٔ اؤ ښهٔ ښهٔ کارونه به مو کړی وو ، جنّت به مو ګټلې وهٔ ، هسې دې بې ګناه دوزخ کښې واچؤلو ۔
فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْا لَوْ لَاۤ اُوْتِیَ مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی١ؕ اَوَ لَمْ یَكْفُرُوْا بِمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی مِنْ قَبْلُ١ۚ قَالُوْا سِحْرٰنِ تَظٰهَرَا١ٙ۫ وَ قَالُوْۤا اِنَّا بِكُلٍّ كٰفِرُوْنَ۴۸
ترجمه: بیا کله چې را ورسېدو دوی ته حق زمونږ دَ طرفه ، نو وائی چې ولې ورنهٔ کړې شو دې رسول ته (داسې کتاب) لکه چې ورکړې شوے وهٔ موسٰی ته ۔ ف۶۶ آیا دوی انکار نهٔ وهٔ کړے دَ هغې نه چې موسٰی ته ورکړې شوے وهٔ دَ دې نه مخکښې ، ف۶۷ اؤ وې ېٔ چې دا دواړه جادوګر دی خپلو کښې ملګری ۔ اؤ وې ېٔ چې مونږ خو دا دواړه نهٔ منو ۔ ف۶۸
ف۶۶: یعنی دَ کافرو دا حال دے کهٔ پېغمبر مې نهٔ وې راستؤلے نو وې به ېٔ چې ولې دې پېغمبر نهٔ راستؤلو؟ چې مونږ ېٔ خبر کړی وې ۔ اؤ چې پېغمبر مې را واستؤلو نو اوس دَ هغهٔ پهٔ خبرو یقین نهٔ کوی ۔ وائی چې مونږ به هله منلې وې کهٔ مونږ لیدلې وې چې دَ موسٰیؑ غوندې دَ همسا یا دَ يدِ بیضا پهٔ شان غټې غټې معجزې وې ورسره اؤ دَ توریٰت غوندې لیکلے محکمه کتاب وې ورسره ۔ دا څنګه رسول دے چې نهٔ ورسره داسې معجزې شته اؤ نهٔ ورسره لیکلے کتاب شته ۔ کله راته یو آیت تېر کړی ۔ کله دوه څلور ، پهٔ دې خو زمونږ یقین نهٔ راځی ۔ (داسې معلومیږی لکه دَ موقعې مناسب چې ېٔ دَ ځانه جوړوی)۔
ف۶۷: یعنی دَ موسٰیؑ پهٔ معجزو اؤ کتاب کوم چا پوره یقین کړے وهٔ ۔ هغهٔ ته خو به ېٔ هم وې چې دا سحر دے اؤ دروغ دی ۔ څوک چې یقین نهٔ کوی هغه هم دغه شان پهٔ هره خبره کښې خبرې را وباسی اؤ شکونه پیدا کوی ۔
ف۶۸: شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ مکّې معظّمې مشرکانو چې به دَ موسٰیؑ معجزې یهودیانو نه واؤرېدے نو وې به ېٔ کهٔ داسې معجزې زمونږ دَ رسول سره وې نو مونږ به پرې ضرور ایمان راؤړے وهٔ ۔ کله چې به ېٔ دَ یهودو دَ عالمانو نه دَ توریٰت خبرې واؤرېدے چې دَ نبیﷺ سره موافق اؤ دَ مشرکانو دَ عقیدې خلاف به وې لکه دا چې بت پرستی کفر دے۔
الله یو دے اؤ دَ مرګ نه پس به بیا دَ حساب دپاره ژوندی کېدل وی ، اؤ کوم څاورے چې دَ الله پهٔ نوم حلال نهٔ شی هغه مردار دے اؤ پهٔ عربو کښې به یو آخری نبی راځی چې دَ هغهٔ به دا دا نخښې وی وغېره وغېره ۔ نو ورته به ېٔ پهٔ ځواب کښې ووې چې (نعوذ بالله) موسٰیؑ اؤ محمّدﷺ دواړه جادوګر دی چې دَ یو بل مرسته کوی اؤ دَ توریٰت اؤ قرآن دواړو خبرې غلطې دی اؤ دا دواړه دروغ وائی چې دا دَ الله کلام دے ۔ مونږ خو دا خبرې نهٔ شو منلې۔
قُلْ فَاْتُوْا بِكِتٰبٍ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ هُوَ اَهْدٰی مِنْهُمَاۤ اَتَّبِعْهُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۴۹
ترجمه: ووایه ورته ۔ اوس تاسو راوړیٔ یو کتاب دَ الله دَ طرف نه چې دَ دې دواړو نه بهتر وی ، نو زهٔ به ېٔ تابعداری وکړم کهٔ تاسو ییٔ رښتونی ۔ ف۶۹
ف۶۹: یعنی پهٔ آسمانی کتابونو کښې خو دغه دوه مشهور کتابونه دی چې دَ دې پهٔ شان بل کتاب نشته ۔ چې دې دواړو ته تاسو غلط اؤ دروغ اؤ جادو واییٔ نو بیا تاسو یو آسمانی کتاب ما ته راوړیٔ چې هغه دَ دې دواړو نه ښهٔ وی ۔ بفرض محال کهٔ تاسو دَ دې نه ښهٔ آسمانی کتاب راوړو نو زهٔ به پهٔ هغې عمل شروع کړم ۔ خو تاسو تر قیامته هم دَ دې نه ښهٔ کتاب نهٔ شیٔ راوړې نو دا څومره غټه بدبختی ده چې خپله هم ورته دَ هدایت څهٔ کتاب نه دے معلوم اؤ چې بل ېٔ درته پیش کوی نو پهٔ هغې هم یقین نهٔ کویٔ اؤ جادو اؤ دروغ ورته واییٔ ۔ کهٔ چرې دا جادو وی اؤ دَ بنیادم جوړ کړے شے وی نو تاسو دَ ټولې دنیا غټ غټ جادوګر راجمع کړیٔ ، دَ دې پهٔ مقابله کښې بل ښهٔ کتاب جوړ کړیٔ ۔ آخر جادو خو داسې شے نهٔ دے چې مقابله ېٔ نهٔ شی کېدے ۔
فَاِنْ لَّمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَكَ فَاعْلَمْ اَنَّمَا یَتَّبِعُوْنَ اَهْوَآءَهُمْ١ؕ وَ مَنْ اَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوٰىهُ بِغَیْرِ هُدًی مِّنَ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ۠۵۰
ترجمه: بیا کهٔ دوی ځواب در نهٔ کړې شو ، نو پوهه شه چې دوی هسې تش خپلو خواهشاتو پسې روان دی ۔ اؤ څوک به زیات ګمراه وی دَ هغه سړی چې خپلو خواهشاتو پسې وی بغیر دَ الله دَ لار ښیٔلو نه ۔ بېشکه الله لار نهٔ ورکوی بې انصافو خلقو ته ۔ ف۷۰
ف۷۰: نو هر کله چې دوی خپله دَ هدایت کتاب پیش کؤلے نهٔ شی اؤ دَ بل خبره منی نه نو دغه دَ دې غټ دلیل دے چې دَ دوی پهٔ هدایت منلو کښې غرض نشته صرف پهٔ خپلو خواهشاتو پسې روان دی ۔ کوم څیز چې دَ دوی زړهٔ غواړی هغه منی اؤ کوم چې دَ دوی دَ مرضیٰ نه خلاف وی دَ هغې نه انکار کوی نو اوس وائی چې داسې نفس پرست ظالمان هدایت کله قبلولے شی؟ دَ الله تعالیٰ عام عادت دا دے چې هغه قوم ته دَ هدایت قبلؤلو توفیق ورکوی، څوک چې ورته نیت وکړی اؤ هسې خپلو خواهشونو پسې نهٔ ګرځی۔
وَ لَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَؕ۵۱
ترجمه: اؤ مونږ پرله پسې را واستؤلو دوی ته خپل کلام دې دپاره چې دوی فکر وکړی۔ ف۷۱
ف۷۱: یعنی دَ وحې دا سلسله پخوا راسې را روانه ده اؤ دَ یوې وحې تائید اؤ تصدیق پهٔ بله وحې کوؤ ۔ قرآن مو هم دغه شان لږ لږ نازل کړو دې دپاره چې تاسو پکښې ښهٔ غور اؤ فکر وکړیٔ اؤ دَ پوهېدو ، عمل کؤلو اؤ یادؤلو دپاره آسان شی ۔
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِهٖ هُمْ بِهٖ یُؤْمِنُوْنَ۵۲
ترجمه: چا ته چې مونږ ورکړے دے کتاب دَ دې نه مخکښې هغوی پهٔ دې یقین کوی۔
وَ اِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖۤ اِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهٖ مُسْلِمِیْنَ۵۳
ترجمه: اؤ کله چې دا هغوی ته واورؤلے شی نو وائی مونږ پرې یقین وکړو هم دغه حق دے زمونږ دَ رب له طرفه ، مونږ یو مخکښې راسې حکم منونکی ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی دَ دې جاهلانو مشرکانو حال خو دا دے چې نهٔ پخوانی کتابونه اؤ رسولان منی اؤ نهٔ پهٔ خپل رسول اؤ کتاب یقین کوی ، دواړو ته جادو اؤ دروغ وائی ۔ دَ دې پهٔ مقابله کښې انصاف پسند اهلِ کتابو ته وګوریٔ چې هغوی پهٔ مخکښینیو کتابونو توریٰت اؤ انجیل هم ایمان راؤړے وهٔ اؤ چې قرآن پاک نازل شو نو وېٔ وې دا خو برحق زمونږ دَ رب کلام دے مونږ پهٔ دې هم ایمان راوړو اؤ مونږ خو دَ مخکښې نه هم دَ خپل رب حکم منلو۔ اوس ېٔ هم منو ۔ پهٔ اصل کښې مونږ دَ اوس نه ډېر مخکښې مسلمانان وو ځکه چې مونږ پهٔ مخکښینیو آسمانی کتابونو ایمان راؤړے وهٔ پهٔ هغې کښې دَ نبی آخرالزمان خؤشخبری ورکړې شوے وه ۔ اجمالًا خو پهٔ نبی آخرالزمان مونږ پهٔ هغه وخت ایمان راؤړے وهٔ ۔ اوس مو پهٔ خپلو سترګو ولیدل اؤ تفصیلی احکام مو ترې واورېدل نو هغه زوړ ایمان مو محکم اؤ تازه شو ۔
اُولٰٓىِٕكَ یُؤْتَوْنَ اَجْرَهُمْ مَّرَّتَیْنِ بِمَا صَبَرُوْا وَ یَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ۵۴
ترجمه: هم دغه خلق به مومی خپل ثواب دوچنده پهٔ دې وجه چې دوی قائم پاتی شو ف۷۳ اؤ نیکی کوی دَ بدیٔ پهٔ ځواب کښې ف۷۴ اؤ زمونږ ورکړی رزق نه څهٔ خرچ کوی ۔ ف۷۵
ف۷۳: یعنی همېشه حق منلو ته تیار وو ۔ کبر، غرور اؤ دَ حق نه انکار ېٔ نهٔ کؤلو کله چې به ېٔ حق خبره واورېده نو سر به ېٔ ورته ټیټ نیولے وهٔ ۔
تنبیه: شیخ اکبر پهٔ فتوحاتو کښې لیکلی دی چې دَ اهلِ کتابو ایمان پهٔ خپل پېغمبر دوه ځله وهٔ ۔ اول خو مستقل دَ خپل مذهب پهٔ وخت کښې اؤ بل ضمنًا دَ اسلام پهٔ وخت کښې ځکه چې حضور اکرمﷺ دَ ټولو پېغمبرانو تصدیق کوی اؤ مسلمان دپاره پهٔ ټولو پېغمبرانو ایمان راوړل ضروری دی ۔ اؤ دَ اهلِ کتابو ایمان پهٔ حضور اکرمﷺ دوه ځله وهٔ ۔ اول دَ خپل مذهب پهٔ ضمن کښې ځکه چې ټولو پخوانیو پېغمبرانو دَ حضور اکرمﷺ دَ راتلو زېرے خپل امّت ته ورکړے وهٔ اؤ دویٔم بیا مستقل دَ اسلام پهٔ وخت کښې ۔ نو ځکه به دې خلقو ته اجر هم دوچنده ورکؤلے شی باقی هغه حدیث چې دے ”ثَلَاثٌ یُؤْتَوْنَ اَجْرَهُمْ مَرَّتَیْنِ“ (درے قسمه خلقو ته به دوچند اجر ورکؤلے شی) نو دَ دې دَ تفصیل دا موقع نهٔ ده ۔ (علامه عثمانی فرمائی) پهٔ دې حدیث باندې ما دَ مسلم پهٔ شرح فتح الملهم کښې پوره بحث کړے دے اؤ دَ ټولو مشکلاتو ځوابونه مې پوره پوره ورکړی دی ۔
ف۷۴: یعنی کهٔ څوک ورسره بد کوی نو دې دَ هغې پهٔ مقابله کښې ورسره نیکی اؤ احسان کوی ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې کهٔ چرته ترېنه پهٔ خطا څهٔ غلط کار وشی نو هغه کمے پهٔ ډېرو نیکیو کؤلو پوره کړی چې دَ نیکیو تله ېٔ دَ بدیو نه درنه شی ۔
ف۷۵: یعنی الله تعالیٰ چې ورته کوم حلال مال درکړے دے دَ هغې نه دَ الله دَ رضا دپاره صدقه اؤ زکوٰة ورکوی اؤ دَ خپلو خپلوانو سره امداد کوی ۔ غرض دا چې دَ الله حقونه هم پوره ادا کوی اؤ دَ بندیانو حقونه هم۔
وَ اِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ اَعْرَضُوْا عَنْهُ وَ قَالُوْا لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَ لَكُمْ اَعْمَالُكُمْ١٘ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ١٘ لَا نَبْتَغِی الْجٰهِلِیْنَ۵۵
ترجمه: اؤ کله چې واړوی څهٔ خرابه خبره مخ ترې واړوی ، اؤ وائی زمونږ خپل کار دے اؤ ستا خپل کار ، روغ وسیٔ ، زمونږ نهٔ دی پکار ناپوهه خلق ۔ ف۷۶
ف۷۶: یعنی کهٔ څوک کم عقل ورته بې ځایه خبره وکړی نو ورسره نښلی نه ۔ غلې ترې تېر شی اؤ ورته ووائی زما درته سلام دے ۔ ما سره خوشیو خبرو دپاره وخت نشته ۔ تاسو خپل کار کویٔ اؤ مونږ خپل کار ته پرېږدیٔ ۔ هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ور رسی ۔ ابن اسحاقؒ پهٔ خپل سیرت کښې لیکلی دی ۔ مسلمانانو چې اول ځل حبشو ته هجرت وکړو نو دَ هغه ځائې نه تقریبًا دَ شلو کسانو یوه ډله پهٔ حقیقتِ حال معلومؤلو پسې مکّې معظّمې ته راغله ۔ چې دَ حضور اکرمﷺ خبرې ېٔ واؤرېدے اؤ حضور اکرمﷺ ورته دَ قرآن آیتونه واورؤل نو دَ هغوی دَ سترګو نه اوښې روانې شوې اؤ اقرار ېٔ وکړو چې واقعی دا دَ الله کلام دے اؤ تهٔ رښتونے نبی ئ ۔ پهٔ هغه وخت ټولو اسلام راؤړو۔ چې واپس تلهٔ نو ابوجهل اؤ نورو مشرکانو ورپورې پیچموزې (مسخرې) کؤلے چې داسې بې عقله خلق خو مونږ پهٔ دنیا چرته نهٔ وو لیدلی ، دَ یو سړی پهٔ حال معلومؤلو پسې راغلی وو نو دَ هغهٔ غلامان شو اؤ خپل زوړ دین ېٔ پرېښو ۔ هغوی ورته ووې ۔ سَلَامٌ عَلَیْکُمْ لَا نُجَاهِلُکُمْ لَنَا مَا نَحْنُ عَلَیْہِ وَ لَکُمْ مَا اَنْتُمْ عَلَیْہِ لَمْ نَأْلُ اَنْفُسَنَا خَیْرًا ۔
(زمونږ درته سلام دے ۔ مونږ دَ ستاسو پهٔ شان دَ جهالت ځواب پهٔ جهالت نهٔ شو درکؤلے ۔ پهٔ ناړامه پورې نهٔ نښلو ، مونږ ته دغه کار ښهٔ دے تاسو ته دې خپل کار مبارک وی ، مونږ ځان ته پهٔ خیر رسؤلو کښې سستی نهٔ ده کړے) یعنی پهٔ اسلام قبلؤلو کښې هم زمونږ خیر وهٔ ۔ نو خپل خیر کښې به مو ولې سستی کؤله ۔ ستاسو غوندې جاهلان نهٔ یو چې سره دَ پوهې به مو حق نهٔ منلو اؤ خپل ځان ته به مو نقصان رسؤلو ۔ نو دا آیتونه دَ دې واقعې پهٔ حق کښې نازل شوی دی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ کوم جاهل نه چې دَ پوهې څهٔ طمع نهٔ وی دَ هغهٔ نه چپ کېدل ښهٔ دی ۔
اِنَّكَ لَا تَهْدِیْ مَنْ اَحْبَبْتَ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ١ۚ وَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ۵۶
ترجمه: تهٔ پهٔ لار نهٔ شې راړؤلے هغه څوک چې ستا خوښ دی ۔ لېکن الله پهٔ لار راړوی څوک چې وغواړی ، ف۷۷ اؤ هم هغه ښهٔ خبر دے چې څوک به لار بیا مومی ۔ ف۷۸
ف۷۷: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې رسول اکرمﷺ پهٔ خپل خوږ ترهٔ ابو طالب باندې ډېر کوشش وکړو چې دَ مرګ نه مخکښې یو ځل کلمه ووائی خو هغهٔ ونهٔ منله ۔ دا آیت دَ دې متعلق نازل شوے دے ۔ یعنی ستا چې دَ چا سره طبعی محبّت دے اؤ غواړې چې دې دې ضرور مسلمان شی چې دَ عذاب نه خلاص شی دا ضرور نهٔ ده چې هغه دې مسلمان شی ستا کار خو صرف لار ښیٔل دی ۔ باقی دا خبره چې څوک پهٔ دې لار روانیږی اؤ منزلِ مقصود ته رسی اؤ څوک پرې نهٔ روانیږی ۔ دا ستا پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې نهٔ دے ۔ دا دَ الله تعالیٰ خوښه ده چې چا ته دَ حق قبلؤلو توفیق ورکوی اؤ چا ته نهٔ ورکوی۔
تنبیه: څومره خبره چې شاه صاحبؒ لیکلے ده دَ احادیثو نه هم دغه هومره ثابتیږی پهٔ دې خبره کښې دَ دې نه زیاتی خبرې کؤل اؤ بحث وږدؤل چې ابو طالب صاحب ایمان راوړے وهٔ کهٔ نه ، ښهٔ کار نهٔ دے ۔ ښهٔ خبره دا ده چې داسې باریکو اؤ خطرناکو خبرو کښې دې بحث کؤلو نه ځان وساتلی شی ۔
ف۷۸: یعنی دَ چا پهٔ سمه لار راړؤلو اختیار خو چا ته ځکه نشته چې دا علم هم بې دَ الله نه بل چا ته نشته چې څوک پهٔ سمه لار دَ راوړېدو قابلیت لری اؤ څوک نهٔ لری ۔ دا صرف یو الله ته معلومه ده چې څوک دَ حق قبلؤلو استعداد لری اؤ څوک نهٔ لری ۔ بهرحال پهٔ دې آیت کښې نبی کریمﷺ ته تسلّی ورکړې شوے ده چې تهٔ دَ جاهلانو پهٔ فضول خبرو اؤ دَ خپلو نژدو خپلوانو پهٔ اسلام نهٔ راؤړو زړهٔ مهٔ خفه کوه ستا کار خو صرف سمه لار ښیٔل دی ۔ هغه کار تا پهٔ ښهٔ طریقه باندې ښهٔ پهٔ کوشش سره وکړو ۔ دَ خلقو لیاقتونه مختلف دی اؤ الله تعالیٰ ښهٔ پوهیږی چې څوک پهٔ سمه لار دَ راوړېدو قابل دے اؤ څوک نهٔ دے ۔
وَ قَالُوْۤا اِنْ نَّتَّبِعِ الْهُدٰی مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ اَرْضِنَا١ؕ اَوَ لَمْ نُمَكِّنْ لَّهُمْ حَرَمًا اٰمِنًا یُّجْبٰۤی اِلَیْهِ ثَمَرٰتُ كُلِّ شَیْءٍ رِّزْقًا مِّنْ لَّدُنَّا وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۵۷
ترجمه: اؤ دوی وائی کهٔ مونږ هدایت قبول کړو تا سره ، وبه شړلی شو دَ خپل ملک نه ف۷۹ آیا مونږ دوی ته ځائې نهٔ دے ورکړے دَ عزت واله محفوظ ځائې کښې چې راښکلی راځی هغې طرف ته هر قسم مېوې ، روزی زمونږ دَ طرف نه ۔ لېکن دوی کښې اکثر خلق نهٔ پوهیږی ۔ ف۸۰
ف۷۹: څو خبرې داسې دی چې بنیادم دَ حق قبلؤلو نه منع کوی لکه دَ ځان یا دَ مال دَ نقصان خطره ۔ نو ځنو مشرکانو به حضور اکرمﷺ ته وې بېشکه تهٔ پهٔ حقه ئ اؤ ښې خبرې کوے ۔ خو کهٔ مونږ ستا دین اسلام قبول کړو نو دَ عربو نور قبائل به زمونږ مخالف شی ۔ پهٔ مونږ به حمله وکړی اؤ هر څهٔ به راته تالا والا کړی ۔ نهٔ به مو سرونه روغ پاتی شی اؤ نهٔ مال دولت ۔ هر څهٔ به تباه شی (اؤ دومره لویه قربانی زمونږ نه نهٔ کیږی) مخکښې آیت کښې دَ هغوی دَ دې اشکال ځواب ورکؤلے شی ۔
ف۸۰: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ دَ مکّې معظّمې خلقو به وې کهٔ مونږ ایمان راؤړو نو ټول عرب قبائل به مو دښمنان شی ۔ نو الله تعالیٰ ورته فرمائی چې اوس دَ نورو قبیلو دَ دښمنیٔ نه چا بچ کړی ییٔ ۔ هم دغه زما دَ کور اؤ زما دَ حرم برکت دے چې سره دَ دښمنیو نور عرب پهٔ تاسو حملې نهٔ کوی اؤ دَ ملک نه مو نهٔ شړی ۔ نو کوم الله چې اوس دې کلی ته دا عزت ورکړے دے چې جنګ جګړه پکښې بنده ده اؤ تاسو پکښې دَ عزت ژوند تېرویٔ هم هغه الله بیا هم تاسو دَ خلقو دښمنیٔ نه بچ کؤلے شی ، آیا دَ شرک اؤ کفر اؤ دَ هغهٔ دَ احکامو دَ انکار سره خو ېٔ پناه درکړے ده اؤ چې دَ هغهٔ فرمانبردار شیٔ نو بیا به پناه نهٔ درکوی؟ البته کهٔ دَ ایمان اؤ تقوٰی دَ امتحان پهٔ غرض درباندې څو ورځې سخته راولی نو پهٔ هغې وار مهٔ خطا کویٔ۔ ”فَاِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِیْنَ“
وَ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍۭ بَطِرَتْ مَعِیْشَتَهَا١ۚ فَتِلْكَ مَسٰكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِّنْۢ بَعْدِهِمْ اِلَّا قَلِیْلًا١ؕ وَ كُنَّا نَحْنُ الْوٰرِثِیْنَ۵۸
ترجمه: اؤ څومره کلی مونږ تباه کړی چې کبرژن شوی وو پهٔ خپل ژوند ۔ نو اوس دا دی دَ هغو کورونه چې آباد نهٔ شو دَ هغوی نه پس مګر لږ غوندې ۔ ف۸۱ اؤ هم مونږ یو آخر کښې هر څهٔ اخستونکی ۔ ف۸۲
ف۸۱: یعنی دَ قومونو دَ دښمنیٔ نه ولې ویرېږیٔ؟ دَ الله نه وویرېږیٔ ۔ ګوریٔ نه چې څومره طاقتور قومونه ېٔ تباه و برباد کړی دی کوم چې پهٔ خپل طاقت ډېر غاوره وو ۔ خو کله چې هغوی نافرمانی اؤ سرکشی شروع کړه نو الله تعالیٰ داسې تباه کړل چې نوم ېٔ ورک شو ۔ وګوریٔ! دا دَ هغوی کنډرے پرتې دی چې هېڅوک پکښې استوګه نهٔ کوی بې له دې نه چې څوک بې درکه مسافر دَ دې دپاره ورشی یا څوک سیلانې ېٔ دَ عبرت دپاره ګوری ۔
ف۸۲: یعنی ټول داسې تباه شو چې وارث ېٔ هم څوک پاتې نهٔ شو ۔ همېشه پاتې کېدونکے یو الله دے ۔
وَ مَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی حَتّٰی یَبْعَثَ فِیْۤ اُمِّهَا رَسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا١ۚ وَ مَا كُنَّا مُهْلِكِی الْقُرٰۤی اِلَّا وَ اَهْلُهَا ظٰلِمُوْنَ۵۹
ترجمه: اؤ ستا رب نهٔ تباه کوی کلی تر دې چې را واستوی دَ هغو پهٔ غټ کلی کښې یو رسول چې اوروی هغوی ته زمونږ آیتونه ۔ ف۸۳ اؤ مونږ هرګز نهٔ تباه کوؤ کلی ، مګر هغه وخت چې خلق ېٔ ګناهګار وی ۔ ف۸۴
ف۸۳: یعنی الله تعالیٰ هېڅ یو علاقه نهٔ تباه کوی تر څو چې ېٔ دَ هغې پهٔ مرکزی مقام کښې خبردارے ورکؤنکے پېغمبر نهٔ وی راستؤلے (دَ مرکزی مقام ذکر ځکه وشو چې دَ مرکزی مقام اثر تر لرې لرې رسی اؤ دَ لوئی کلی وسیدونکی اکثر پوهه اؤ هوښیار وی نو پهٔ خبره ژر پوهیږی) دَ ټولې آبادې دنیا مرکز مکّه معظّمه دے ځکه ېٔ دلته دَ ټولو نه لوئے اؤ آخری پېغمبر دَ ټولې دنیا دپاره را واستؤلو ۔ لِتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَ مَنْ حَوْلَهَا ۔ (سوره شوریٰ رکوع۱)
ف۸۴: یعنی دَ خبرداری اؤ پوهه کؤلو نه پس هم چې څوک ځان نهٔ پوهه کوی اؤ هم هغه شان پهٔ بدکارو کښې اخته وی اؤ ورځ پهٔ ورځ پکښې نوره هم ترقی کوی نو آخر ېٔ الله تعالیٰ پهٔ خپل سخت عذاب کښې داسې راګېر کړی چې دَ خلاصی مخه ېٔ نهٔ وی اؤ ټول تباه و برباد کړی ۔
وَ مَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ زِیْنَتُهَا١ۚ وَ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّ اَبْقٰی١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۠۶۰
ترجمه: اؤ څهٔ څیزونه چې تاسو ته درکړی شوی دی ۔ دَ دنیا پهٔ ژوند کښې کار چلؤلو اؤ دَ هغې دَ ښائست دپاره ۔ اؤ څهٔ چې دَ الله سره دی ډېر بهتر دی اؤ باقی پاتې کېدونکے دی ۔ آیا تاسو نهٔ پوهېږیٔ؟ ف۸۵
ف۸۵: یو بنیادم ته خو دومره فکر پکار دے چې آخر دَ دنیا دَ ژوند وخت څومره دے اؤ دَ دې مزو موده څومره ده؟ فرض کړه کهٔ پهٔ دنیا کښې عذاب رانهٔ شی هم آخر مرګ خو یوه ورځ ضرور راتلونکے دے ۔ دا عیش و آرام به پاتی کیږی اؤ دَ خپل خالق مخکښې به دَ حساب دپاره حاضرېدل دی کهٔ دَ هغه ځائې دَ خلاصی اؤ آرام دپاره مو سامان نهٔ وی تیار کړے نو دَ دې دنیا عیش و آرام بیا هلته هم پکار نهٔ راځی ۔ کوم هوښیار بنده به داسې وی چې دَ څو ورځو معمولی آرام دپاره به همېشه اؤ نهٔ ختمېدونکے عیش و آرام قربان کړی ۔ اؤ دَ لږې خوشحالیٔ پهٔ بدل کښې به همېشه اؤ دائمی غم اؤ تکلیف قبول کړی؟ دا خو دَ غټ کم عقل کار دے ۔
اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ۶۱
ترجمه: نو آیا هغه سړے چې مونږ ورسره وعده کړې ښه پهٔ وعده برابر دے ۔ هغه سړی لره چې مونږ فائده ورکړه دَ دنیا دَ ژوند ۔ بیا هغه دَ قیامت پهٔ ورځ نیولے شوے راغلو ۔ ف۸۶
ف۸۶: یعنی یو مسلمان اؤ کافر دَ انجام پهٔ لحاظ څنګه سره برابرېدے شی ۔ دَ مسلمان دپاره دَ دائمی عیش و آرام وعده شوے ده اؤ یقینًا به پوره کیږی اؤ دَ کافر دپاره دَ څو ورځو آرام اؤ دَ عیش پهٔ بدله کښې دَ ګرفتاریٔ وارنټ اؤ دَ دائمی قید اؤ عذاب سزا ده ۔
یو سړی خوب ولیدو چې زما پهٔ سر دَ بادشاهیٔ تاج دے ۔ نوکران ، خدمتګار ورته لاس پهٔ نامه ولاړ دی اؤ دَ قسم قسم نعمتونو خوانچې راته قطار پهٔ قطار پرتې دی ۔ ډېر خوشحاله شو ، خو چې سترګې ېٔ وغړېدې نو دَ پولیس سپاهی ورته هتګړۍ پهٔ لاس ولاړ وهٔ ۔ لاس تړلې ېٔ عدالت ته پیش کړو اؤ سمدستی ورته دَ عمری قید سزا واورؤلے شوه ۔ نو اوس تاسو وواییٔ! چې دَ هغهٔ دَ خوب څو منټه خوشحالیٔ اؤ مزې خوند به هغهٔ ته څهٔ یاد وی اؤ دې ورته څهٔ فائده ورکړه ۔ (دَ کافر دَ ژوند هم دغه مثال دے ۔ دَ دنیا ژوند خو خوب لیدهٔ دی دَ سترګو پهٔ رپ کښې تېر شی اؤ کهٔ دَ آخرت دَ خوشحالیٔ څهٔ سامان ېٔ نهٔ وی کړے ۔ نو هغه دائمی ژوند چې ېٔ پهٔ تکلیف وی ، دا څو ورځې آرام به ورته بیا یاد هم نهٔ وی۔ مترجم)
وَ یَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ۶۲
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به هغوی وبللی شی ، وبه وائی الله ، چرته دی زما شریکان چې تاسو ېٔ دعویٰ کؤله ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی هغه دَ خداییٔ حصه داران څهٔ شو ۔ اوس ېٔ راولیٔ چې دَ ستاسو څهٔ امداد وکړی ۔
قَالَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَغْوَیْنَا١ۚ اَغْوَیْنٰهُمْ كَمَا غَوَیْنَا١ۚ تَبَرَّاْنَاۤ اِلَیْكَ١٘ مَا كَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ۶۳
ترجمه: وبه وائی هغه کسان چې ثابت شو پرې جرم ۔ اے ربه هم دغه دی هغه خلق چې مونږ ېٔ خطا کړی وو ، مونږ دوی خطا کړل څنګه چې مونږ خپله پهٔ خطا وو ۔ مونږ منکر یو ستا پهٔ مخکښې ، دوی خو زمونږ عبادت نهٔ کؤلو ۔ ف۸۸
ف۸۸: یعنی تپوس خو به دَ مشرکانو نه کیږی خو هغه ګمراه کؤنکی به ېٔ پوهه شی چې پهٔ اصل کښې دا زورنه مونږ ته راکؤلے شی نو هغوی به رامخکښې شی ځواب به ورکړی چې اے ربه بېشکه مونږ دوی خطا کړی وو خو دا خطا کؤل داسې وو لکه څنګه چې مونږ خپله خطا شوی وو نو دا خو مونږ منو چې مونږ ګمراه کړی دی زمونږ ورباندې څهٔ زور نهٔ وهٔ ۔ دا دَ دوی خپله دَ خپلو خواهشاتو تابعداری وه چې زمونږ پهٔ جال کښې ګېر شو ۔ نو پهٔ حقیقت کښې دوی زمونږ عبادت نهٔ کؤلو بلکې دَ خپلو نفسانی خواهشاتو عبادت ېٔ کؤلو ۔ نو ځکه مونږ نن ستا پهٔ مخکښې دَ دوی نه دَ بېزاریٔ اعلان کوؤ ۔ اکثرو مفسرانو دغه شان وئیلی دی اؤ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ ”شیطان به اقرار وکړی چې مونږ ګمراه کړی دی خو پهٔ خپل نوم نه دَ نیکانو پهٔ نوم ۔“
تنبیه: دَ ”حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ“ نه مطلب دَ دې دَ ”لَاَمْلَئَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ“ قول (یعنی دَ چا پهٔ حق کښې چې دَ دوزخ فیصله وشوه)
وَ قِیْلَ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَ رَاَوُا الْعَذَابَ١ۚ لَوْ اَنَّهُمْ كَانُوْا یَهْتَدُوْنَ۶۴
ترجمه: اؤ ورته به ووئیلی شی را وبلیٔ خپل شریکان ، نو وبه ېٔ بلی خو دغه به هېڅ ځواب ور نهٔ کړی ۔ ف۸۹ اؤ وبه وینی عذاب ، (وائی به) ارمان دے کهٔ مونږ پهٔ سمه لار روان شوے وې ۔ ف۹۰
ف۸۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې شیطان چې اقرار وکړی چې دَ نیکانو پهٔ نوم مې دا کافران ګمراه کړی وو نو الله تعالیٰ به مشرکانو ته ووائی چې اوس هغه نیکان را وبلیٔ دَ چا پهٔ نوم چې ګمراه شوی ییٔ ۔ نو مشرکان به ورته آواز وکړی خو هغوی به څهٔ ځواب ورنهٔ کړی ځکه چې هغوی دَ مشرکانو پهٔ دې مشرکانه کارونو راضی نهٔ وو اؤ نهٔ ترېنه خبر وو ۔
ف۹۰: یعنی چې عذاب ووینی نو بیا به ارمانونه کوی چې افسوس کهٔ پهٔ دنیا کښې مو دَ پېغمبرانو خبره منلې وې اؤ پهٔ سمه لار روان شوی وې نو ولې به پهٔ بلا اخته کیدو ۔
وَ یَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ مَا ذَاۤ اَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِیْنَ۶۵
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به دوی راوبلی نو ورته به ووائی څهٔ ځواب ورکړے وهٔ تاسو رسولانو ته ۔
فَعَمِیَتْ عَلَیْهِمُ الْاَنْۢبَآءُ یَوْمَىِٕذٍ فَهُمْ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ۶۶
ترجمه: نو بندې به شی پهٔ دوی خبرې پهٔ دغه ورځ ، نو خپلو کښې به هم یو بل نه تپوس نهٔ شی کؤلے ۔ ف۹۱
ف۹۱: وړومبی تپوسونه دَ توحید پهٔ باره کښې وو ۔ دا دَ رسول پهٔ باره کښې دے۔ یعنی چې خپل عقل مو دومره نهٔ وهٔ چې پهٔ توحید پوهه شوی ویٔ نو دَ رسول خبره خو به مو اورېدلے وه کنه ۔ اوس واییٔ چې دَ رسول سره مو څهٔ سلوک کړے وهٔ؟ دَ هغهٔ خبرو ته مو غوږ یٔښې وهٔ کهٔ نه؟ پهٔ هغه وخت به دَ هېچا نه ځواب نهٔ جوړیږی ۔ دَ خبرو لار به ورته بنده شی (بس غلی به ولاړ وی)
فَاَمَّا مَنْ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا فَعَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ۶۷
ترجمه: نو چا چې توبه ووېسته اؤ ایمان ېٔ راؤړو اؤ نیک عمل ېٔ وکړو نو امید دے چې هغه شی دَ خلاصیدونکیو نه ۔ ف۹۲
ف۹۲: یعنی پهٔ آخرت کښې کامیابی صرف پهٔ ایمان اؤ عملِ صالح سره ده ۔ اوس هم کهٔ څوک دَ کفر اؤ شرک نه توبه وباسی ایمان راؤړی اؤ نیک عمل شروع کړی الله تعالیٰ به دَ هغهٔ زاړهٔ ګناهونه معاف کړی اؤ هغه به کامیاب کړی۔
تنبیه: ” عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ “ پهٔ شاهانه انداز کښې دَ مسلمان سره دَ کامیابیٔ وعده ده ۔ یعنی هغهٔ ته دَ کامیابیٔ طمع پکار ده ۔ پهٔ مونږ دَ چا زور نشته چې خامخا به داسې کوؤ ۔ خو زمونږ دَ فضل اؤ رحم نه دې طمع لری مونږ به پرې ضرور رحم وکړو۔
وَ رَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَ یَخْتَارُ١ؕ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ١ؕ سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَ تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۶۸
ترجمه: اؤ ستا رب پیدا کوی څهٔ چې وغواړی ۔ اؤ غوره کوی ۔ دَ دوی پهٔ اختیار کښې نهٔ دی غوره کؤل ۔ ف۹۳ الله پاک ذات دے اؤ ډېر لوئے دے دَ هغه څیزونو نه چې دوی ېٔ ورسره شریکوی ۔ ف۹۴
ف۹۳: یعنی هر شے پیدا کوی ۔ دَ هغهٔ پهٔ رضا اؤ اختیار کښې دی اؤ دَ څهٔ څیز دَ غوره کؤلو حق هم هغهٔ ته حاصل دے ۔ دا دَ هغهٔ خوښه ده چې څهٔ حکم را استوی اؤ دَ خپل پیغام دپاره کوم بنده خوښوی دا دَ هغهٔ رضا ده چې پهٔ چا کښې مناسب استعداد پیدا کړی اؤ دَ هدایت پهٔ لار ېٔ روان کړی اؤ دَ خپل مخلوق پهٔ انواعو کښې چې کومې نوعې یا کوم فرد ته چې ېٔ خوښه وی پهٔ نورو انواعو اؤ نورو افرادو خصوصی امتیاز ورکړی ۔ دَ هغهٔ نه علاوه بل هېچا ته دا حق نشته ۔ حافظ ابن قیمؒ پهٔ زاد المعاد کښې دا خبره ډېره ښهٔ واضحه کړے ده۔
ف۹۴: یعنی دَ خداوند کریم دَ دې تخلیق اؤ تشریع پهٔ اختیار کښې دَ بل چا هېڅ دخل نشته اؤ خلقو چې دَ خپل طرف نه دَ الله تعالیٰ سره کوم شریکان جوړ کړی دی هغه ټول باطل اؤ بې دلیله دی ۔
وَ رَبُّكَ یَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَ مَا یُعْلِنُوْنَ۶۹
ترجمه: اؤ ستا رب ښهٔ خبر دے څهٔ چې دوی پټوی سینو خپلو کښې اؤ څهٔ چې څرګندوی ۔ ف۹۵
ف۹۵: یعنی کومې خرابې عقیدې اؤ ناکاره نیتونه چې لری اؤ کوم خراب کارونه چې کوی هغه ټول پټ اؤ څرګند ، غټ اؤ واړهٔ هر څهٔ الله تعالیٰ ته یو پهٔ یو ټول معلوم دی اؤ هغه به دَ هر چا سره دَ هغهٔ دَ استعداد اؤ قابلیت موافق معامله کوی ۔
وَ هُوَ اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاُوْلٰی وَ الْاٰخِرَةِ١٘ وَ لَهُ الْحُكْمُ وَ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۷۰
ترجمه: اؤ هم هغه الله دے نشته بل معبود بې دَ هغهٔ نه ، هم دَ هغهٔ دی ټول تعریفونه پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې ۔ اؤ هم دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دے حکم اؤ هم هغهٔ ته به واپس راګرځی ۔ ف۹۶
ف۹۶: یعنی څنګه چې هغه پهٔ مخلوق پیدا کؤلو اؤ احکامو راستؤلو اؤ کامل علم کښې منفرد دے پهٔ معبود کېدو کښې هم منفرد دے ۔ بې دَ هغهٔ نه بل هېڅوک دَ عبادت قابل نشته ۔ ځکه چې هم دغه یو ذات دے چې ټول کمالونه اؤ ټولې خوبیٔ پهٔ کامله درجه هم دغه یو ذات کښې موجود دی ۔ پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې دَ هر چا څهٔ تعریف چې کیږی اؤ پهٔ څهٔ وجه چې کیږی هغه ټول پهٔ حقیقت کښې هم دَ یو الله تعریف دے ۔ ځکه چې دا ټول دَ تعریف قابل څیزونه هم هغهٔ پیدا کړی دی اؤ پهٔ هر څیز کښې هره خوبی چې ده دا پکښې هم الله تعالیٰ پیدا کړے ده نو دغه تعریف پهٔ حقیقت کښې دَ دغه خوبیٔ دَ خالق تعریف دے ، پهٔ ظاهره دا هر څیز چې وشی اؤ پهٔ هره طریقه چې وشی ۔ پهٔ حقیقت کښې حکم یواځې هم دَ الله چلیږی اؤ فیصله هم دَ الله صحیح اؤ نافذه ده اؤ پوره اختیار هم هغهٔ ته حاصل دے اؤ آخرکار به تمام مخلوق هم هغهٔ ته راګرځی ۔ مخکښې آیتونو کښې دا ښیٔلی شی چې پهٔ شپه اؤ ورځ کښې چې تاسو ته څومره نعمتونه اؤ فائدې رسی بلکې خپله دا دَ شپې اؤ ورځې تلهٔ راتلهٔ هم دَ هغه خالقِ حقیقی اؤ ربّ العالمین فضل اؤ احسان دے ۔
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ الَّیْلَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِضِیَآءٍ١ؕ اَفَلَا تَسْمَعُوْنَ۷۱
ترجمه: ورته ووایه ، تاسو فکر وکړیٔ کهٔ الله وساتی پهٔ تاسو شپه همېشه دپاره دَ قیامت تر ورځې ۔ ف۹۷ نو څوک دے بل بادشاه غیر دَ الله نه چې راؤړی تاسو ته څهٔ رڼا ۔ نو آیا تاسو نهٔ اوریٔ ۔ ف۹۸
ف۹۷: لکه چې نمر هدو راخیژؤل بند کړی یا دَ نمر نه رڼا واخلی (توره تبیٔ پاتی شی) نو بیا به دوی خپل کاروبار څنګه چلوی؟ اؤ رڼا به دَ کومې را پیدا کوی؟
ف۹۸: دا خبره خو داسې واضحه اؤ صفا ده چې دَ اورېدو سره پرې دَ بنده یقین راځی ۔ نو ولې تاسو کاڼهٔ ییٔ چې دا خبرې نهٔ اوریٔ اؤ کهٔ څهٔ چل دے؟
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِلَیْلٍ تَسْكُنُوْنَ فِیْهِ١ؕ اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ۷۲
ترجمه: ورته ووایه تاسو سوچ وکړیٔ کهٔ الله مقرر کړی پهٔ تاسو ورځ همېشه دپاره دَ قیامت تر ورځې ۔ نو څوک دے بادشاه غیر دَ الله نه چې راولی پهٔ تاسو شپه چې آرام پکښې وکړیٔ ۔ نو آیا تاسو نهٔ وینیٔ ۔ ف۹۹
ف۹۹: یعنی کهٔ نمر ډوبېدو ته نهٔ ورکوی همېشه مو دغه شان پهٔ سر ولاړ وی اؤ هر وخت سره غرمه وی نو آرام اؤ سکون به څنګه کویٔ؟ اؤ دَ شپې دَ تیرے دَ آرام اؤ راحت نه علاوه نورې کومې فائدې چې دی هغه به څنګه حاصلویٔ؟ نو آیا دا واضح حقیقت هم تاسو نهٔ وینیٔ؟ اؤ پهٔ داسې څرګنده خبره هم نهٔ پوهېږیٔ؟
تنبیه: دَ رڼا سره مناسب لفظ بصارت لیدل وو ځکه ېٔ دلته ”اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ“ وفرمائیل ۔ اؤ دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې نظر خو لګی نه ، صرف خبره اورېدے شی ، ځکه ېٔ هلته ”اَفَلَا تَسْمَعُوْنَ“ وفرمائیل ۔ والله اعلم۔
وَ مِنْ رَّحْمَتِهٖ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۷۳
ترجمه: اؤ الله پهٔ خپل فضل جوړه کړه تاسو دپاره شپه اؤ ورځ چې آرام پکښې وکړیٔ اؤ تلاش وکړیٔ دَ هغهٔ دَ فضل ، دې دپاره چې تاسو شکرګذار شیٔ ۔ ف۱۰۰
ف۱۰۰: الله تعالیٰ شپه ، ورځ بوځی راولی دې دپاره چې دَ شپې پهٔ یخنیٔ اؤ تیارهٔ کښې آرام اؤ سکون حاصل شی اؤ دَ ورځې پهٔ رڼا کښې دَ ژوند ضروری کاروبار جاری وساتلی شی اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ دې قسم قسم نعمتونو اؤ احسانونو شکریه ادا کړې شی ۔
وَ یَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ۷۴
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې دوی به وبللی شی نو الله به ووائی چرته دی زما هغه شریکان چې تاسو ېٔ دعویٰ کؤله؟
وَ نَزَعْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا فَقُلْنَا هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوْۤا اَنَّ الْحَقَّ لِلّٰهِ وَ ضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۠۷۵
ترجمه: اؤ مونږ به جدا کړو دَ هرې ډلې نه یو حال ښیونکے ۔ ف۱۰۱ ورته به ووایو چې راوړیٔ خپل سند ، ف۱۰۲ نو بیا به پوهه شی چې رښتیا ده دَ الله خبره ۔ اؤ هېرې به شی ترېنه هغه خبرې چې دَ ځان نه ېٔ جوړؤلے ۔ ف۱۰۳
ف۱۰۱: حال بیانؤنکی به دَ هر قوم خپل پېغمبر یا دَ هغهٔ نائب یا بل نیک بنیادم وی ۔ هغه به وښئی چې خلقو دَ الله دَ احکامو اؤ آسمانی شریعت تر کومه حده فرمانبرداری کړے وه اؤ څهٔ څهٔ ېٔ نافرمانیٔ کړے وې ۔
ف۱۰۲: یعنی تاسو دَ الله تعالیٰ سره شریکان پهٔ څهٔ سند اؤ پهٔ کوم دلیل جوړ کړی وو ۔ اؤ حرام و حلال ، جائز اؤ ناجائز مو پهٔ څهٔ پېژندل ۔ دَ پېغمبرانو خبره خو تاسو منله نه ۔ نو بیا دا درته چا وئیل چې دا دَ الله حکم دے اؤ دا نهٔ دے ۔
ف۱۰۳: یعنی پهٔ هغه وخت به ورته پته ولګی چې دَ الله خبره کومه (چې مونږ ته پېغمبرانو کؤله) رښتونے وه ۔ دَ عبادت لائق هم یو الله دے ۔ دَ هغهٔ سره هېڅوک شریک نشته ۔ پېغمبرانو چې څهٔ وې هغه رښتیا وو ۔ مشرکانو چې دَ ځانه کومې عقیدې جوړې کړے وې اؤ کومې خبرې ېٔ کؤلے هغه به ترېنه ټولې پهٔ دغه ورځ ورکې شی ۔
اِنَّ قَارُوْنَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰی فَبَغٰی عَلَیْهِمْ١۪ وَ اٰتَیْنٰهُ مِنَ الْكُنُوْزِ مَاۤ اِنَّ مَفَاتِحَهٗ لَتَنُوْٓاُ بِالْعُصْبَةِ اُولِی الْقُوَّةِ١ۗ اِذْ قَالَ لَهٗ قَوْمُهٗ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ۷۶
ترجمه: بېشکه قارون وهٔ دَ موسٰی دَ قوم نه نو سرکشی ېٔ شروع کړه پهٔ هغوی باندې ۔ ف۱۰۴ اؤ مونږ ورکړے وې هغهٔ ته دومره خزانې ، چې دَ هغې خزانې پهٔ کنجیانو وچتؤلو به ستړی شو ګڼ مضبوط سړی ۔ ف۱۰۵ کله چې ووې دهٔ ته دَ دهٔ قوم چې کبر مهٔ کوه ، بېشکه دَ الله خوښ نهٔ دی کبر کؤنکی ۔ ف۱۰۶
ف۱۰۴: دَ تېرې رکوع پهٔ شروع کښې دَ آخرت پهٔ مقابله کښې دَ دنیا دَ بې ثباتیٔ اؤ حقیر کېدو بیان وهٔ ۔ وروستو بیا دَ هغې پهٔ مناسبت دَ آخرت څهٔ حالات بیان شو ۔ پهٔ دې رکوع کښې بیا اصل مضمون ته رجوع کیږی ۔ دَ دنیا دَ حقیر کېدو پهٔ ثبوت کښې دَ قارون قصه بیانیږی ۔ وائی چې قارون دَ موسٰیؑ تربور وهٔ۔ دَ فرعون پیشکار وهٔ ۔ اؤ څنګه چې دَ ظالم حاکم طریقه وی چې دَ قوم دَ وینو څښلو دپاره پهٔ دغه قوم کښې څو کسه دَ خپل غرض حاصلؤلو دپاره وړاندې کړی نو هغه بیا هر څهٔ چې کوی آزاد وی ۔ حکومت ورته څهٔ نهٔ وائی ۔ فرعون هم پهٔ بنی اسرائیلو کښې دَ دې کار دپاره قارون خوښ کړے وهٔ ۔ دَ فرعون دَ طاقت پهٔ زور قارون هم دَ خلقو نه دولت پهٔ ښهٔ شان راغونډ کړے وهٔ اؤ لکه دَ مار ېٔ پرې ګېډه اچؤلے وه ۔ کله چې بنی اسرائیل دَ فرعون دَ ظلم نه آزاد شو اؤ فرعون تباه شو نو دَ قارون دَ مال جمع کؤلو لارې هم بندې شوې۔ پهٔ دې وجه ېٔ دَ موسٰیؑ سره کینه پیدا شوه ۔ پهٔ ظاهره خو مسلمان وهٔ ۔ لېکن زړهٔ کښې ېٔ دَ موسٰیؑ نه دَ بدل اخستو سکیمونه جوړؤل ۔ یوځل ورته موسٰیؑ دَ زکوٰة ورکؤلو حکم واورؤلو نو دا پرې ډېر بد ولګېدل ۔ خپله ېٔ هم ترېنه انکار وکړو اؤ نور خلق ېٔ هم لمسؤل چې تر اوسه خو مونږ دَ موسٰیؑ خبرې هر څنګه چې وې ومو منلې خو دا نهٔ شو منلې چې دې اوس زمونږ پهٔ خوارو ګټلې مال رانه پهٔ نورو خلقو ویشی ۔ دا حکم به څوک ومنی؟ دَ هغهٔ سره نورو هم ډېرو خلقو انکار وکړو ۔ زړهٔ کښې خو ېٔ کینه دَ مخکښې نه هم وه خو پهٔ دې حکم ډېر تاؤ ورغلو اؤ دَ موسٰیؑ دَ بدنامؤلو دپاره ېٔ یوه بدنامه ښځه دې ته تیاره کړه چې کوم وخت موسٰیؑ وعظ کوی اؤ دَ زنا دَ سزا حکم بیانوی نو تهٔ پرې تهمت ولګوه چې دهٔ ما سره داسې کار کړے دے ۔ نو ښځې پهٔ ګڼه کښې ورباندې دغه شان دعویٰ وکړه خو چې موسٰیؑ سخت سخت قسمونه ورکړل اؤ دَ آخرت دَ عذاب نه ېٔ خبر کړه نو دَ ویرې ېٔ اقرار وکړو چې زهٔ قارون دې دعوې ته ودرؤلے ووم ۔ بیا موسٰیؑ قارون ته ښېرې وکړې ۔ نو الله تعالیٰ دَ کور اؤ خزانو سره پهٔ زمکه کښې ښخ کړو ۔
ف۱۰۵: ځنو مشرانو دَ مفاتیح ترجمه خزانه کړے ده ۔ یعنی دومره مال دولت ورسره وهٔ چې ګڼو مضبوطو کسانو نهٔ شو پورته کؤلے خو اکثرو مفسرانو ېٔ ترجمه کنجیانې کړے ده ۔ یعنی دَ هغهٔ دَ خزانې دَ صندوقونو کنجیانې دومره درنې وې چې ګڼ تکړه سړی به ېٔ پهٔ ګرځؤلو ستړی شو ۔ اؤ دا څهٔ دومره ډېره ناشنا خبره نهٔ وه ۔
ف۱۰۶: یعنی پهٔ دې فانی دولت دومره نشه مهٔ کوه دَ الله سره دَ دې هېڅ قدر نشته اؤ پهٔ دې ښهٔ پوهه شه چې کبر اؤ نشه دَ الله تعالیٰ خوښه نهٔ ده اؤ کوم شے چې دَ الله تعالیٰ نهٔ وی خوښ دَ هغې نتیجه بې دَ تباهیٔ اؤ بربادیٔ نه بل هېڅ نهٔ ده نو هسې ځان مهٔ تباه کوه۔
وَ ابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَ لَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا وَ اَحْسِنْ كَمَاۤ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَیْكَ وَ لَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ۷۷
ترجمه: اؤ کوم (مال) چې درته درکړے دے الله ، پهٔ دې وګټه دَ آخرت کور ۔ ف۱۰۷ اؤ مهٔ هېروه خپله نصیبه دَ دنیا نه اؤ نیکی کوه څنګه چې الله نیکی کړے تا سره ۔ ف۱۰۸ اؤ مهٔ غواړه فساد خورؤل پهٔ ملک کښې ۔ بېشکه دَ الله خوښ نه دی فساد کؤنکی ۔ ف۱۰۹
ف۱۰۷: یعنی الله تعالیٰ مال دولت دې دپاره درکړے دے چې تهٔ ورباندې دَ آخرت دَ فائدې څهٔ کار وکړې اؤ دَ ځان آخری نتیجه اؤ تل عمری ژوند ښهٔ کړې ۔
ف۱۰۸: یعنی څومره چې دَ دنیا ضروری کارونه دی ۔ خوراک څښاک اؤ جامه پیزار هغه پرې کوه اؤ باقی دَ آخرت دپاره توښه کوه ۔ دَ الله دَ مخلوق سره نیکی کوه اؤ دَ غریبانو امداد کوه ۔
ف۱۰۹: یعنی دَ موسٰیؑ سره خامخا ضد اؤ کینه مهٔ کوه ۔ سم سړے شه هسې پهٔ وطن کښې فساد مهٔ جوړوه ۔ دَ دې نتیجه خرابه ده بیا به ستومانه ئ ۔
قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ عِنْدِیْ١ؕ اَوَ لَمْ یَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهٖ مِنَ الْقُرُوْنِ مَنْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَّ اَكْثَرُ جَمْعًا١ؕ وَ لَا یُسْـَٔلُ عَنْ ذُنُوْبِهِمُ الْمُجْرِمُوْنَ۷۸
ترجمه: هغهٔ ووې دا مال خو ما ته راکړې شوے دے دَ یو هنر پهٔ برکت چې زما سره دے ۔ ف۱۱۰ آیا دې خبر نه دے چې الله تباه کړی دی دَ دهٔ نه مخکښې ډېر قومونه چې ډېر زیات وو دَ دهٔ نه پهٔ طاقت کښې اؤ ډېر زیات وو مال جمع کؤلو کښې ۔ ف۱۱۱ اؤ تپوس به نهٔ شی کېدے دَ ګناهګارو نه دَ هغوی دَ ګناهونو۔ ف۱۱۲
ف۱۱۰: یعنی زهٔ هنر مند یم ۔ دَ مال ګټلو اؤ جمع کؤلو چل راځی ۔ الله تعالیٰ مال هسې نهٔ دے راکړے پهٔ ما کښې دَ دې لیاقت وهٔ ۔ هسې چا نهٔ دے راکړے ۔ ډېر پهٔ خواریٔ اؤ محنت مې جمع کړے دے ۔ الله پاک هسې تش پهٔ توره نهٔ دے راکړے چې زهٔ ېٔ اوس هسې دَ هغهٔ پهٔ نوم خلقو ته ورکړم ۔
ف۱۱۱: فرض کړه چې دهٔ پهٔ خپل هنر ګټلے وهٔ ۔ نو دا هنر ورته چا ورکړے وهٔ اؤ دا لیاقت پکښې چا یٔښې وهٔ؟ افسوس چې حقیقی خالق ېٔ ونهٔ پېژندو اؤ دَ هغهٔ پهٔ ورکړی هنر اؤ لیاقت داسې مست شو چې هغه ېٔ هیر کړو ۔ آیا دَ دهٔ دا خیال دے چې دَ دولت پهٔ زور به ځان دَ عذاب نه بچ کړی؟ دهٔ ته معلومه نهٔ ده چې دَ دهٔ نه مخکښې دَ دهٔ نه ډېر مالدار اؤ ډېر طاقتور اؤ هنر مند قومونه دَ سرکشیٔ اؤ غرور اؤ نافرمانیٔ پهٔ وجه ما داسې تباه کړی دی چې اوس ېٔ نوم نشان هم نشته ۔ دَ هغوی دَ حالاتو نه دهٔ ته عبرت اخستل پکار وو ۔ ولې دَ دهٔ سره دَ دهٔ دَ هغه آقا فرعون نه زیات طاقت اؤ دولت دے څهٔ چې دې بچ شی؟
ف۱۱۲: دَ هغوی ګناهونه خو یو پهٔ یو الله ته معلوم دی اؤ فرښتو دَ هغوی پهٔ عملنامه کښې هر څهٔ لیکلی دی نو دَ تپوس کؤلو حاجت څهٔ دے؟ البته کهٔ دَ زورنې اؤ ملامته کؤلو دپاره ورته چرې ووئیلی شی چې داسې کار دې ولې کړے دے؟ نو دا بیله خبره ده (دا تپوس به ترې نهٔ کیږی چې تا داسې کار کړے وهٔ کهٔ نه؟) اؤ کېدے شی چې دا اشاره وی دَ ګناهونو ډېروالی ته ۔ یعنی دَ دې ظالمانو ګناهونه دومره ډېر اؤ داسې څرګند دی چې دَ تپوس ېٔ هډو حاجت نشته ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی: چې تپوس به ترېنه کیږی چې دا کار دې ولې کؤلو ځکه چې کهٔ دَ هغو څهٔ عقل وې نو ملامته کړی شوی به هم وو ۔ اؤ چې دَ هغو عقل دَ سره داسې اپوټه دے چې ښو بدو ته هډو فکر نهٔ کوی نو دَ ملامته کؤلو خیر ېٔ څهٔ دے؟
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ فِیْ زِیْنَتِهٖ١ؕ قَالَ الَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا یٰلَیْتَ لَنَا مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ قَارُوْنُ١ۙ اِنَّهٗ لَذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ۷۹
ترجمه: بیا هغه را ووتو دَ خپل قوم مخکښې خپل شان و شوکت سره ووې هغه خلقو چې طلبګار وو دَ دنیا دَ ژوند ۔ هائے افسوس کهٔ مونږ سره هم داسې مال وې لکه چې ورکړې شوے قارون ته ۔ بېشکه دَ هغهٔ قسمت ډېر ښهٔ دے ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۳: یعنی اعلیٰ جامې ېٔ اغوستې وې ۔ نوکران چاکران ورپسې روان وو اؤ پهٔ ډېر ټیس ټپاس اؤ کبر نشه کښې بهر ته را ووتل نو دَ چا نظر چې دَ دنیا پهٔ سازو سامان وهٔ دَ هغوی ورته ارمان راغلو چې افسوس کهٔ زمونږ سره هم داسې مال دولت وې اؤ پهٔ دنیا کښې مو داسې ترقی کړے وې ۔ واقعی دې ډېر خوش قسمته اؤ بختور دے۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَیْلَكُمْ ثَوَابُ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّمَنْ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا١ۚ وَ لَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الصّٰبِرُوْنَ۸۰
ترجمه: اؤ ووې هغه کسانو چې پوهه ورکړې شوے ده ووې تاسو تباه شیٔ دَ الله ورکړے ثواب بهتر دے دَ هغه چا دپاره چې ایمان ېٔ راوړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ۔ ف۱۱۴ اؤ دا خبره خو صرف دَ صبر کؤنکیو زړه کښې ځائې نیسی ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۴: یعنی پوهه خلقو اؤ عالمانو دې کسانو ته ووې چې بدبختو دَ فانی دنیا پهٔ ډول ډال پسې ولې مریٔ؟ دا خو دَ څو ورځو شے دے ، نیکانو بندګانو ته چې به پهٔ آخرت کښې دَ خپل نیک عمل اؤ ایمان پهٔ برکت الله تعالیٰ کوم دائمی نعمتونه ورکوی هغه دَ دې نه ډېر ښهٔ دی ۔ دَ دې اؤ دَ هغې سره څهٔ نسبت دے؟ دا دَ څو ورځو شے دے اؤ هغه تل عمری دی ۔
ف۱۱۵: یعنی دَ آخرت دَ نعمتونو پهٔ قدر خو هغه څوک پوهیږی چې سخت محنت اؤ صبر کؤلے شی ۔ بې صبره ، کم عقل اؤ حرص وهلی خلق خو دَ دغې دنیا عیش و آرام غواړی نو څوک چې پهٔ دې دنیا کښې پهٔ عیش و آرام ووینی هغهٔ ته خوش قسمته وائی ۔ اؤ دَ هغهٔ دَ شپه ورځ پرېشانیٔ اؤ فکرونو اؤ پهٔ آخر کښې ذلت اؤ شرمېدو ته فکر نهٔ کوی، اؤ دې ته فکر نهٔ کوی چې دَ دنیا عیش و آرام خو کهٔ ډېر وی نو لس شل کاله دے اؤ بیا دَ مرګ نه پس به پهٔ زرګونو لکهونو کاله پهٔ نهٔ ختمېدونکی تکلیف کښې پروت وی ۔
فَخَسَفْنَا بِهٖ وَ بِدَارِهِ الْاَرْضَ١۫ فَمَا كَانَ لَهٗ مِنْ فِئَةٍ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ۗ وَ مَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِیْنَ۸۱
ترجمه: بیا ښخ کړو مونږ هغه اؤ دَ هغهٔ کور پهٔ زمکه کښې ، نو نهٔ وه هېڅ یوه ډله چې دَ هغهٔ امداد ېٔ کړے وې دَ الله نه غیر ۔ اؤ نهٔ ېٔ خپله دَ ځان څهٔ امداد کؤلے شو ۔ ف۱۱۶
ف۱۱۶: یعنی نهٔ ېٔ خپل طاقت اؤ مال دولت څهٔ پکار راغلو اؤ نهٔ ورته نوکرانو چاکرانو څهٔ فائده ورسؤلے شوه ۔ دَ مال دولت سره پهٔ زمکه ننوتو۔
وَ اَصْبَحَ الَّذِیْنَ تَمَنَّوْا مَكَانَهٗ بِالْاَمْسِ یَقُوْلُوْنَ وَیْكَاَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَ یَقْدِرُ١ۚ لَوْ لَاۤ اَنْ مَّنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا لَخَسَفَ بِنَا١ؕ وَیْكَاَنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ۠۸۲
ترجمه: اؤ سبا بیا وې هغه کسانو چې ارمان ېٔ کؤلو دَ هغهٔ دَ مرتبې هائے افسوس دے ۔ الله فراخه کوی روزی چا ته چې ېٔ اراده وشی پهٔ خپلو بندیانو کښې اؤ کموی ۔ ف۱۱۷ کهٔ الله فضل نهٔ وې کړے پهٔ مونږ ، مونږ به ېٔ هم دغه شان ښخ کړی وو ، هائے افسوس خلاصې نهٔ مومی منکران ۔ ف۱۱۸
ف۱۱۷: یعنی کومو کسانو چې پرون دَ قارون پهٔ شان دَ مال و دولت ارمان کؤلو نن چې ېٔ د هغهٔ خراب انجام ولیدو نو توبې ېٔ وېستې ۔ اوس ورته عقل راغلو چې دَ دنیا پهٔ مال دولت اؤ ترقیٔ خوشحالیٔ دا خیال نهٔ دے پکار چې ګنی دا بنده دَ الله خوښ دے ۔ دا دَ خوش قسمتیٔ علامه نهٔ ده ، بلکې دا خو دَ الله تعالیٰ حکمت دے چې چا ته مناسب وګڼی دَ روزیٔ مخه ورته ازاده کړی اؤ ډېر مال ورکړی اؤ چا ته چې ېٔ اراده وشی مخه ېٔ بنده کړی اؤ تنګسیا پرې راولی ۔ مال دولت اؤ فراخی دَ مقبول کېدو دلیل نهٔ دے بلکې اکثر ېٔ نتیجه خرابه وی ۔ (ډېر کم کسان داسې دی چې دَ دنیا پهٔ مال دولت ځان ته دَ آخرت خوشحالی وګټی اؤ دنیا اؤ آخرت دواړه ېٔ ښهٔ شی ۔ مترجم) یو شاعر څهٔ ښهٔ وئیلی دی:
کَمْ عَاقِلٍ عَاقِلٍ اَعْیَتْ مَذَاهِبُهٗ
کَمْ جَاهِلٍ جَاهِلٍ تَلْقَاهُ مَرْزُوْقًا
هٰذَا الَّذِی تَرَكَ الْاَوْهَامَ حَائِرَةً
وَ صَیَّرَ الْعَالِمَ النَّحِیْرَ زِنْدِیْقًا
(ډېر هوښیار ښهٔ هوښیار داسې وی چې دَ روزیٔ لارې پرې بندې وی ۔ اؤ ډېر کم عقل ښهٔ کم عقل دَ فراخ رزق خاوندان لیدې شی ۔ دَ الله تعالیٰ دا حکمت داسې دے چې دَ بنیادمو عقلونه ورته حیران پاتې دی اؤ ډېر غټ هوښیاران دې خبرې دَ الله نه منکر کړی دی)
ف۱۱۸: یعنی دا خو پهٔ مونږ دَ الله تعالیٰ لوئے فضل دے چې دغه شان سپېرهٔ مال دولت ېٔ نهٔ دے راکړے ګنی نن به زمونږ هم دغه حال وهٔ ۔ مونږ خو دَ خپلې کم عقلیٔ اؤ حرص پهٔ وجه دَ هغهٔ پهٔ شان دَ مال خواهش کړے وهٔ ۔ خو الله پاک راباندې فضل وکړو زمونږ دا خواهش ېٔ پوره نهٔ کړو اؤ دَ دې مصیبت نه ېٔ بچ کړو بلکې دَ قارون پهٔ دې انجام مو سترګې وغړېدې ۔ اوس پوهه شو چې دَ دنیا مال دولت اؤ عیش و آرام پهٔ رښتیا څهٔ خوش قسمتی نهٔ ده ۔ خوش قسمته هغه دے چې دَ آخرت عیش و آرام ېٔ پهٔ نصیب شو ۔ اوس ښهٔ پوهه شو چې منکران اؤ ناشکره دَ عذاب نه پهٔ هېڅ شان نهٔ شی بچ کېدے ۔
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَ لَا فَسَادًا١ؕ وَ الْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ۸۳
ترجمه: دغه دَ آخرت کور دے ورکوؤ مونږ دغه کور هغه کسانو ته چې نهٔ غواړی لوئی کؤل پهٔ ملک کښې اؤ نهٔ فساد کؤل ۔ اؤ بهتر انجام دے دَ ویرېدونکیو ف۱۱۹
ف۱۱۹: یعنی دَ قارون دولت خو کم عقلو خوش قسمتی ګڼله ۔ اصل خوش قسمتی دا ده چې دَ آخرت خوشحالی ومومی نو دا دَ هغه چا پهٔ نصیب ده چې دَ الله پهٔ ملک کښې شر فساد نهٔ کوی اؤ کبر لوئ نهٔ کوی بلکې عاجزی اؤ خاکساری غوره کړی ۔ هغوی دَ خپل ځان وچتؤلو پهٔ ځائې دَ الله دَ دین وچتؤلو کوشش کوی اؤ دَ حق اؤ اسلام مضبوطؤلو دپاره لګیا وی ۔ هغوی دَ دنیا پهٔ حرص کښې نهٔ وی ښخ ۔ دَ آخرت غم کوی ۔ هغوی دَ آخرت پهٔ فکر کښې ډوب وی نو دنیا خپله دَ هغو پهٔ ښپو کښې رغړی ۔ اصحابو ته وګوریٔ دَ هغوی ټول کوششونه دَ آخرت دپاره وو ، دنیا ېٔ پریٔښې وه خو دنیا نهٔ وو پریٔښې ۔ دنیا به ورته پهٔ ښپو کښې خپله راپرېوته ۔ بهرحال دَ مسلمان اصل مقصد آخرت دے اؤ دَ دنیا کومه حصه چې دَ آخرت ګټلو ذریعه جوړه شی هغه بختوره ده اؤ نوره هېڅ هم نهٔ ده ۔
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا١ۚ وَ مَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزَی الَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۸۴
ترجمه: چا چې راوړل نیک کارونه ، هغهٔ ته به ورکؤلے شی دَ هغې نه بهتره بدله ، ف۱۲۰ اؤ چا چې راوړل ناکاره کارونه ، نو بدی کؤنکیو ته به هم هغه هومره سزا ورکؤلے شی څهٔ چې هغوی کړی وی ۔ ف۱۲۱
ف۱۲۰: یعنی کومه نیکی چې دلته کوی دَ هغې نه زیاته نیکی به ورسره هلته کیږی ۔ دَ یو نیک کار چې څومره اجر کیږی کم از کم دَ هغې لس چنده به الله تعالیٰ ورکوی ۔
ف۱۲۱: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ نیکیٔ پهٔ بدله کښې خو الله پاک دَ بهتر اجر وعده وکړه اؤ دَ بدیٔ پهٔ بدله کښې خامخا دَ بدیٔ وعده ونهٔ کړه ۔ کېدے شی چې دغه بدی ورته بالکل معاف کړی ۔ البته دومره وعده ېٔ وکړه چې دَ کومې بدیٔ سزا چې ورکؤلے شی نو هغه به صرف دَ هغې بدیٔ پهٔ برابر ورکؤلے شی ۔ څومره چې حقدار وی دَ هغې نه زیاته سزا به نهٔ شی ورکؤلے (دا هم دَ الله تعالیٰ پهٔ خپلو بندګانو خاص رحم دے چې دَ یوې نیکیٔ بدله به لس چنده ورکوی اؤ دَ بدیٔ سزا به صرف هغه هومره څومره چې ېٔ حق وی ۔
اِنَّ الَّذِیْ فَرَضَ عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لَرَآدُّكَ اِلٰی مَعَادٍ١ؕ قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ مَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی وَ مَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۸۵
ترجمه: بېشکه چا چې حکم راستؤلے تا ته دَ قرآن ، هم هغه به تا واپس راولی خپل وړومبی ځائې ته ۔ ف۱۲۲ ورته ووایه زما رب ښهٔ خبر دے چې څوک راغلے پهٔ سمه لار اؤ څوک پرېوتے پهٔ څرګنده ګمراهیٔ کښې ۔ ف۱۲۳
ف۱۲۲: اول وفرمائیلی شو چې آخر انجام دَ پرهېزګارو بهتر دے ۔ اوس فرمائی چې یواځې آخر نه پهٔ دنیا کښې هم آخری فتح اؤ کامیابی دَ نیکانو ده ۔ ګوره نن دَ مشرکانو دَ زور ظلم پهٔ وجه تاسو نه خپل کلے پاتې شو ۔ خو کوم الله چې تهٔ خپل پېغمبر کړے ئ اؤ دَ قرآن غوندې عظیم کتاب ېٔ درکړے هم دے ، هم هغه الله به تا بیا پهٔ کامیابیٔ اؤ فاتحانه شان سره هم دې کلی ته واپس راولی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی دا آیت دَ هجرت پهٔ وخت دَ حضور اکرمﷺ دَ تسلیٔ دپاره نازل شوے دے نو دلته دَ معاد نه مراد مکّه معظّمه ده اؤ الله تعالیٰ دا خپله وعده پهٔ ښهٔ شان سره پوره کړه ۔ دَ هجرت نه لږه موده پس مکّه معظّمه مسلمانانو فتح کړه اؤ دَ مشرکانو طاقت بالکل ختم شو ۔ (ټول جزیرة العرب کښې اسلامی حکومت قائم شو اوس چا مسلمانانو ته تکلیف نهٔ شو رسؤلے) ځنو مفسرانو دلته دَ معاد معنٰی آخرت کړے ده ، چا مرګ ، چا جنّت اؤ چا دَ شام وطن ۔ علامه ابن کثیرؒ دا ټول اقوال پهٔ دې طریقه راغونډ کړی دی چې دَ معاد نه مراد مکّه معظّمه ده اؤ دَ بخاری شریف دَ احادیثو نه چې معلومیږی خو فتح مکّه دَ حضورﷺ دَ اجل نژدے کېدو علامه وه لکه څنګه چې ابن عباسؓ اؤ ابن عمرؓ دَ ”اِذَا جَآءَ نَصْرُ اللهِ وَالْفَتْحُ“ پهٔ تفسیر کښې فرمائیلی دی ۔ دَ مرګ نه پس حشر دے اؤ دَ حشر نه پس آخرت اؤ بیا آخری منزلِ مقصود جنّت دے ۔ مطلب دا چې اول به الله تعالیٰ تا پهٔ شانداره طریقه مکّې ته واپس راولی دَ هغې نه لږې ورځې پس به اجل راشی ، بیا به پهٔ آخرت کښې ډېر شان و شوکت سره دَ جنّت اعلیٰ مقام ته ورسې۔
ف۱۲۳: یعنی الله تعالیٰ ښهٔ خبر دے چې زهٔ پهٔ حقه یم اؤ دَ منکرانو دَ عمل نه هم ښهٔ خبر دے نو هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکوی ۔ زما محنت به برباد نهٔ ځی اؤ ګمراهان به دَ عذاب نه نهٔ بچ کیږی۔
وَ مَا كُنْتَ تَرْجُوْۤا اَنْ یُّلْقٰۤی اِلَیْكَ الْكِتٰبُ اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ ظَهِیْرًا لِّلْكٰفِرِیْنَ٘۸۶
ترجمه: اؤ ستا خو طمع نهٔ وه چې نازل به شی پهٔ تا باندې کتاب ۔ مګر ستا دَ رب پهٔ فضل ۔ ف۱۲۴ نو تهٔ مهٔ کېږه مددګار دَ کافرانو، ف۱۲۵
ف۱۲۴: یعنی تا ته دَ مخکښې نه دا علم نهٔ وهٔ چې پېغمبری به درکؤلے شی ۔ تهٔ دَ پېغمبریٔ پهٔ انتظار نهٔ وې خو الله تعالیٰ خالص پهٔ خپل فضل و کرم دا وچته مرتبه درکړه اؤ پهٔ خپل فضل ېٔ دَ دنیا اؤ آخرت دواړو کامیابی درکړه نو هم پهٔ هغه رب اعتماد کوه ۔ (اؤ دَ بل چا نه دَ امداد طمع مهٔ کوه)
ف۱۲۵: حضرت شاه صاحب لیکی یعنی دَ خپل قوم نه دَ خپلویٔ اؤ امداد څهٔ طمع مهٔ کوه چې دَ کلی نه ېٔ وشړلے، اوس چې څوک دَ ستا ملګری دی هم دغه خپلوان وګڼه (دَ مشرکانو خپلوانو سره تعلق پرېږده)
وَ لَا یَصُدُّنَّكَ عَنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ بَعْدَ اِذْ اُنْزِلَتْ اِلَیْكَ وَ ادْعُ اِلٰی رَبِّكَ وَ لَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَۚ۸۷
ترجمه: اؤ داسې دې نهٔ وی چې دوی تا منع کړی دَ الله دَ حکم نه ، دَ هغې پهٔ تا دَ نازلېدو نه پس، اؤ تهٔ بلنه ورکوه دَ خپل رب طرف ته ۔ اؤ مهٔ کېږه پهٔ شرک کؤنکیو کښې ۔ ف۱۲۶
ف۱۲۶: یعنی دَ دین پهٔ کار کښې دَ خپل قوم اؤ رشته دارو څهٔ رعایت مهٔ کوه اؤ مهٔ ځان دَ دغه قوم فرد ګڼه اګر کهٔ ستا رشته دار وی (خو اوس ېٔ لار دَ ستا نه بیله ده) البته دوی هم دَ خپل رب لارې ته رابله ۔
وَ لَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ١ۘ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١۫ كُلُّ شَیْءٍ هَالِكٌ اِلَّا وَجْهَهٗ١ؕ لَهُ الْحُكْمُ وَ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۠۸۸
ترجمه: اؤ مهٔ بله دَ الله سره بل معبود ۔ ف۱۲۷ هېڅوک دَ عبادت لائق نشته ۔ بې دَ هغهٔ نه ۔ هر څیز فنا کېدونکے دے بې دَ هغهٔ دَ ذات نه ۔ ف۱۲۸ هم دَ هغهٔ حکم دے ۔ اؤ هم دَ هغهٔ طرف ته به واپس راګرځیٔ ۔ ف۱۲۹
ف۱۲۷: پهٔ ظاهره خو دا خطاب حضور اکرمﷺ ته دے خو مطلب ېٔ نورو ته اورؤل دی۔ پاسنی آیتونو کښې هم ځنو مفسرانو داسې لیکلی دی چې دې نه هم مطلب نورو مسلمانانو ته اورؤل دی چې اوس دَ خپلو مشرکانو رشته دارو سره تعلقات پرېږدیٔ ۔ (اوس هغه ستاسو خپلوان دی څوک چې مسلمانان دی)۔
ف۱۲۸: یعنی اصل دَ هر څیز فنا ده اؤ دَ دنیا ټول څیزونه به یو ځل فنا کیږی ۔ یو دَ الله تعالیٰ پاک ذات داسې دے چې نهٔ پرې چرته فنا راغلے ده اؤ نهٔ به پرې راشی ۔ دَ ازله راسې (همېشه راسې) موجود دے اؤ تر ابده به وی ۔ لکه چې بل ځائې ارشاد دے ۔ کُلُّ مَنْ عَلَیْھَا فَانٍ وَّ یَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُوالْجَلَالِ وَالْاِکْرَامِ۔
(هر شے چې پهٔ مخ دَ زمکې دے دا فانی کېدونکے دے اؤ باقی به پاتې وی یو ذات دَ ستا دَ رب چې دَ عزت و جلال مالک دے)
ځنو مشرانو دَ دې آیت دا مطلب اخستې دے چې هر کار ختمېدونکے اؤ فانی دے صرف هغه کار به باقی پاتې کیږی اؤ پهٔ آخرت کښې به پهٔ کار راځی کوم چې خالص دَ الله دَ رضا دپاره (لوجه الله) شوے وی۔
ف۱۲۹: یعنی ټول خلق به دَ الله پهٔ عدالت کښې یوه ورځ ضرور حاصریږی چې پهٔ دغه وخت به یواځې دَ الله حکم چلیږی پهٔ ظاهره به هم دَ بل چا څهٔ اختیار اؤ حکم نهٔ وی ۔ اے الله تهٔ پهٔ هغه وخت پهٔ دې ګناهګار بنده رحم وکړې اؤ دَ قهر و غضب نه ېٔ بچ کړې۔ آمین۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الْعَنْکَبُوْتَ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ تِسْعٌ وَّ تِسْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ سَبْعُ رُکُوْعَاتٍ ۔
ترجمه: سورت عنکبوت ، مکّه کښې نازل شوے ، دې کښې نهه شپیتهٔ (۶۹) آیتونه اؤ ووهٔ (۷) رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
الٓمّٓۚ۱
ترجمه: الف ۔ لام ۔ میم ۔
اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ یُّتْرَكُوْۤا اَنْ یَّقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا وَ هُمْ لَا یُفْتَنُوْنَ۲
ترجمه: آیا دَ خلقو دا خیال دے چې تش پهٔ دې وینا به خلاص شی چې مونږ ایمان راؤړے دے ، اؤ پهٔ دوی به ازمېښت نهٔ کیږی ف۱
ف۱: یعنی دَ ایمان دعویٰ کؤل آسان کار نهٔ دے ۔ څوک چې دا دعویٰ کوی هغهٔ ته پکار دی چې دَ ازمېښت سختو ته ځان تیار کړی ۔ دغه وخت دے چې کره کوټه پکښې جدا کیږی اؤ رښتونے ایماندار اؤ هسې دَ خلې دعویٰ کؤنکے پکښې بیلیږی ۔ حدیث شریف دے چې دَ ټولو نه سخت امتحان دَ نبیانو دے ، ورپسې دَ نیکانو اؤ دَ الله دَ دوستانو بیا درجه پهٔ درجه دَ هغه چا چې دَ دوی سره مناسبت لری ۔ یعنی دَ بنده امتحان دَ هغهٔ دَ مذهبی حیثیت پهٔ مناسبت اخستے شی څومره چې دَ چا مرتبه دَ دین پهٔ لحاظ وچته اؤ ایمان ېٔ مضبوط وی دومره ېٔ امتحان هم سخت وی۔
وَ لَقَدْ فَتَنَّا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَیَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا وَ لَیَعْلَمَنَّ الْكٰذِبِیْنَ۳
ترجمه: اؤ مونږ ازمائیلی هغه کسان چې دَ دوی نه مخکښې وو ۔ ف۲ نو ضرور به معلوم کړی الله هغه کسان چې رښتونی دی ، اؤ ضرور به معلوم کړی دروغژن۔ ف۳
ف۲: یعنی دَ مخکښینیو پېغمبرانو پهٔ اصحابو ډېرې سختې تېرې شوے دی ۔ دَ بخاری شریف حدیث دے چې یو ځل اصحابو رسول اللهﷺ ته خواست وکړو چې زمونږ دپاره دَ الله نه سوال وکړه چې زمونږ امداد وکړی ۔ دا هغه ورځې وې چې پهٔ مکّه معظّمه کښې به مشرکانو پهٔ مسلمانانو ډېر ظلم کؤلو ۔ نو رسول اللهﷺ ورته وفرمائیل چې ستاسو نه مخکښې یو مسلمان مشرکانو پهٔ غار کښې نېغ ودرؤلے وهٔ بیا ېٔ ورته پهٔ سر اره راښکله دوه ټکړې ېٔ کړو اؤ دَ یو سړی دَ بدن نه ېٔ دَ وسپنې پهٔ ږمنځو غوښې توږلے لېکن دې سختو هغوی دَ حق دین نه وانهٔ ړؤلی شو ۔ (تاسو هم صبر کویٔ پهٔ تاسو خو لا دومره سخته نهٔ ده راغلے)
ف۳: یعنی الله تعالیٰ به ېٔ ټولو خلقو ته څرګنده کړی چې څوک رښتونے ایماندار وهٔ اؤ چا هسې دَ خلې دعویٰ کؤله ۔ اؤ بیا به هر یو ته هم هغه شان بدله ورکؤلے شی۔
تنبیه: دَ ”فَلَیَعْلَمَنَّ“ نه چې دا وهم راځی چې ګنی الله تعالیٰ ته دا خبره اول نهٔ وه معلومه اوس به ېٔ معلوموی نو دَ الله دا علم حادث شو ۔ دَ دې اعتراض حقیقی ځواب دَ مترجم رحمة الله علیه نه مونږ دَ دویٔمې پارې پهٔ اوله رکوع کښې هم دغه شان دَ یو آیت پهٔ تفسیر کښې نقل کړے دے اؤ نورو مفسرانو چې څهٔ لیکلی دی هغې ته مو هم اشاره کړے ده۔
اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّسْبِقُوْنَا١ؕ سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ۴
ترجمه: آیا دا ګومان کوی ناکاره کارونه کؤنکی کسان چې زمونږ نه به بچ شی ، ډېره خرابه فیصله کوی دوی۔ ف۴
ف۴: حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ وړومبنی دوه آیتونه دَ مسلمانانو پهٔ حق کښې وو چې مشرکانو پرې ظلمونه کؤل ۔ دا آیت دَ مشرکانو دپاره دے چا چې ظلم کؤلو ۔ یعنی دوی دې دا خیال نهٔ کوی چې پهٔ مسلمانانو به همېشه دغه شان سخته وی اؤ مونږ به پرې ښهٔ پهٔ آزاد مټ ظلمونه کوؤ ۔ اؤ کهٔ پهٔ مونږ سخته راغله نو ځان به ترېنه پهٔ څهٔ طریقه خلاص کړو ۔ نو دَ دوی دا خیال ډېر خطا اؤ بې ځایه دے ۔ کله چې دَ دوی دَ سزا وخت راغلو نو بیا دَ الله دَ سزا نه ېٔ چرته بچ کېدل نشته ۔ خوند به ېٔ ورته معلوم شی اؤ چې خپله سخته ووینی نو دَ مسلمانانو دا تکلیف به ورته ډېر کم ښکاره شی ۔ اؤ کهٔ دَ دې اوس عارضی مهلت نه دوی دا خیال کوی چې همېشه به هم دغه شان دَ سزا نه محفوظ یو نو دا خیال ېٔ ډېر خراب اؤ احمقانه دے۔
مَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ اللّٰهِ فَاِنَّ اَجَلَ اللّٰهِ لَاٰتٍ١ؕ وَ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۵
ترجمه: څوک چې طمع لری دَ الله سره دَ ملاقات ۔ نو دَ الله وعده را روانه ده ۔ اؤ هغه دے هر څهٔ اورېدونکے پهٔ هر څهٔ خبردار ۔ ف۵
ف۵: یعنی څوک چې پهٔ دې خیال دا تکلیفونه پهٔ خندا تیروی چې یو ورځ به زهٔ خپل الله ته مخامخ کېږم اؤ هلته به دَ ذرې ذرې حساب کیږی ۔ کهٔ ونیوې شوم نو دَ دې نه به هم سخته سزا راکوی اؤ کهٔ کامیاب شوم اؤ دَ الله رضا مې نصیب شوه نو دا تکلیفونه به هر څهٔ هېر شی ۔ هغه دائمی نعمتونه اؤ تل عمری خوشحالی به مې نصیب شی نو دغه کسان دې یاد ولری چې دَ الله وعده رښتونې ده دَ هغهٔ بهترین توقعات به پهٔ ښهٔ شان پوره شی اؤ دَ دې لږ تکلیف پهٔ عوض کښې به ډېر نعمتونه ورکړې شی ۔ الله تعالیٰ دَ ټولو خبرې اوری اؤ دَ هر چا پهٔ حال ښهٔ خبر دے دَ چا خواری به بې ځایه نهٔ ځی۔
وَ مَنْ جَاهَدَ فَاِنَّمَا یُجَاهِدُ لِنَفْسِهٖ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ۶
ترجمه: اؤ څوک چې کوشش کوی نو هغه کوشش کوی دَ خپل ځان دپاره بېشکه الله بې پرواه دے دَ ټول جهان نه ۔ ف۶
ف۶: یعنی الله تعالیٰ ته دَ چا دَ فرمانبرداریٔ نه هېڅ فائده نهٔ رسی اؤ دَ چا نافرمانی هېڅ نقصان نهٔ شی ورکؤلے هغه خو بې پرواه غنی بادشاه دے ۔ البته بنده چې دَ خپل رب پهٔ اطاعت کښې څومره تکلیف برداشت کړی دَ هغې بهتره جزا به پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې ورکؤلے شی ۔ نو یو فرمانبردار بنده دې دا خیال نهٔ کوی چې زهٔ پهٔ دې نیکو کارونو پهٔ الله تعالیٰ څهٔ احسان کوم اؤ دَ هغهٔ سره څهٔ ښېګړه کوم (نعوذ بالله) ۔ دا خو دَ الله تعالیٰ احسان دے چې بنده ته دَ هغهٔ دَ ښېګړې دپاره دَ نیکیٔ توفیق ورکړی ۔ (کهٔ څوک نیکی کوی نو دَ ځان فائده ېٔ ده اؤ کهٔ څوک بدی کوی نو هم خپل تاوان ېٔ دے ۔ الله پاک ته ېٔ نهٔ څهٔ خیر شته نهٔ تاوان)۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَ لَنَجْزِیَنَّهُمْ اَحْسَنَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۷
ترجمه: اؤ کومو کسانو چې یقین وکړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، مونږ به لرې کړو دَ هغوی نه بدیٔ اؤ بدله به ورکړو ورته دَ ښهٔ نه ښهٔ کارونه ۔ ف۷
ف۷: یعنی دَ ټول جهان نه بې پرواه اؤ بې نیازه دے خو بیا هم خالص پهٔ خپل رحم اؤ فضل بنیادمو ته دَ خواریٔ اجر ورکوی ۔ شاه صاحب لیکلی دی یعنی دَ ایمان پهٔ برکت به دَ نیکو توفیق ورکړی اؤ ګناهونه به ورته معاف کړی۔
وَ وَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ حُسْنًا١ؕ وَ اِنْ جَاهَدٰكَ لِتُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا١ؕ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۸
ترجمه: اؤ تاکید کړے دے مونږ پهٔ بنیادمو دَ مور پلار سره دَ ښهٔ سلوک ۔ اؤ کهٔ هغوی پهٔ زور اچوی چې تهٔ شریک جوړ کړې زما سره هغه څهٔ چې تا ته ېٔ څهٔ علم نشته ۔ ف۸ نو دا خبره ېٔ مهٔ منه ۔ ف۹ هم ما ته ستاسو واپس راګرځېدل دی ۔ نو زهٔ درته وښیٔم تاسو چې څهٔ کؤل ۔ ف۱۰
ف۸: یعنی پهٔ ټول جهان کښې داسې څهٔ شے هډو شته نه چې دَ الله سره پهٔ خداییٔ کښې دَ شریکېدو قابل وی نو علم به ېٔ دَ کومه ځایه راشی اؤ دلیل اؤ سند به ېٔ دَ کومې راپیدا شی ۔ نو څوک چې دَ الله سره شریکان جوړوی ټول خالص دَ جهل وهمونه اؤ بې سنده غلطې خبرې دی۔
ف۹: پهٔ دنیا کښې پهٔ بنده دَ هر چا نه زیات حق دَ مور پلار دے خو دَ الله تعالیٰ حق دَ ټولو نه زیات دے نو بنده دې دَ مور پلار هره خبره منی خو دَ هغوی پهٔ خلهٔ دې دین نهٔ پرېږدی ۔ یو حدیث شریف دے چې دَ سعد بن ابی وقاصؓ مور مشرکه وه ۔ هغه چې دَ ځوی دَ مسلمانېدو نه خبر شوه نو قسم ېٔ وخوړو چې تر څو مې ځوئے خپل دین ته واپس شوے نهٔ وی نو تر هغې به نهٔ خوراک څښاک کوم اؤ نهٔ به کوټې ته ننوځم ۔ دَ لوږې نه کمزورے شه اؤ مرګ ته نژدے شوه ۔ خلقو به پهٔ زور څهٔ پئ مئ ور اړؤل ۔ پهٔ دې واقعه کښې دا آیت نازل شو ۔ چې دا هم پهٔ مؤمن یو امتحان دے چې مور پلار ېٔ پهٔ مذهب پرېښو مجبوره کوی خو مؤمن ته پکار دی چې دا هر څهٔ برداشت کړی اؤ دَ حق نه مخ وانهٔ ړوی ۔ دَ خپل خالق حق دَ مور پلار نه زیات دے۔
ف۱۰: یعنی ټول به یوه ورځ دَ الله پهٔ دربار کښې حاضریږی نو هلته به ورته وښیٔلی شی چې پهٔ اولاد اؤ والدینو کښې چا زیاتے کؤلو اؤ څوک پهٔ حقه وو ۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِی الصّٰلِحِیْنَ۹
ترجمه: اؤ چا چې یقین وکړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، مونږ به هغوی شامل کړو پهٔ نیکانو کښې ۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی څوک چې پهٔ داسې سخت امتحان کښې کامیاب شو نو دَ هغو حشر به الله تعالیٰ دَ خپلو خاصو بندګانو سره وکړی اؤ ډېر انعامونه به ورکړی۔
ابنِ کثیرؒ لیکلی دی ۔ یعنی اولاد کهٔ دَ دین پهٔ باره کښې دَ مور پلار ناحقه خبره ونهٔ منله اؤ پهٔ خپل حق دین قائم پاتی شو نو دَ هغوی حشر به دَ نیکانو سره کیږی ، دَ مور پلار پهٔ ټولی کښې به نهٔ وی، دَ نیکانو پهٔ ټولی کښې به وی ، اګرچې دَ طبعی یا نسبی تعلق پهٔ وجه به دَ دغه ټولی سره زیات نژدے وی ۔ دې نه معلومه شوه چې پهٔ حدیث شریف ”اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ اَحَبَّ“ کښې دَ محبّت نه مراد دینی محبت اؤ قلبی تعلق دے طبعی محبّت ترې نهٔ مراد دے۔
وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ فَاِذَاۤ اُوْذِیَ فِی اللّٰهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللّٰهِ١ؕ وَ لَىِٕنْ جَآءَ نَصْرٌ مِّنْ رَّبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ١ؕ اَوَ لَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِمَا فِیْ صُدُوْرِ الْعٰلَمِیْنَ۱۰
ترجمه: اؤ ځنی خلق داسې دی چې وائی مونږ ایمان راوړے پهٔ الله ، بیا کله چې ورته څهٔ تکلیف ورسی دَ الله پهٔ لار کښې نو دوی برابروی دَ خلقو تکلیف دَ الله دَ عذاب سره ۔ ف۱۲ اؤ کهٔ راشی ( تا ته) امداد دَ خپل رب دَ طرف نه نو دوی وائی مونږ خو تاسو سره یو ۔ ف۱۳ آیا الله خبر نهٔ دے دَ ټول جهان دَ سینو پهٔ حال ۔ ف۱۴
ف۱۲: دا دَ هغه کسانو حال دے چا چې پهٔ خلهٔ دَ ایمان دعویٰ کؤله خو ایمان ېٔ پوخ نهٔ وهٔ کهٔ دَ دین پهٔ لار کښې به پرې څهٔ سخته راغله نو هغه به ېٔ عذاب ګڼلو اؤ ډېر به پریشان شول ۔ ژر به ېٔ هغه کار پرېښو اؤ اقرار به ېٔ وکړو چې زهٔ خطا شوے ووم۔
ف۱۳: اؤ کهٔ پهٔ مسلمانانو به څهٔ خوشحالی راغله اؤ څهٔ ګټه به ېٔ وکړه نو وئیل به ېٔ چې مونږ خو ستاسو ملګری یو اؤ ستاسو اسلامی وروڼه یو ۔ مونږ هم پهٔ دې ګټه کښې حصه دار یو۔
ف۱۴: یعنی الله پاک ښهٔ خبر دے چې دوی څنګه دَ مسلمانانو ملګری دی ۔ الله تعالیٰ دَ زړونو پهٔ حال ښهٔ خبر دے دَ خلې پهٔ خبرو دوی الله تعالیٰ ته دوکه نهٔ شی ورکؤلے ۔ الله تعالیٰ ېٔ دَ زړونو پهٔ حال خبر دے اؤ هم دغه شان بدله به ورکوی۔
وَ لَیَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ لَیَعْلَمَنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ۱۱
ترجمه: اؤ ضرور به معلوم کړی الله هغه کسان چې یقین ېٔ کړے دے ، اؤ معلوم به کړی منافقان ۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی الله تعالیٰ ته خپله خو دَ ټولو حال دَ اول سر نه معلوم دے لېکن اوس به ېٔ نورو مسلمانانو ته هم څرګند کړی چې څوک پهٔ رښتیا مؤمن دے اؤ څوک ټګژن اؤ منافق دے
تنبیه: پهٔ داسې موقع کښې حضرت ابن عباسؓ دَ ”لَیَعْلَمُنَّ“ معنٰی لَیُرِیَهُنَّ کوی ۔ یعنی مسلمانانو ته به ېٔ وښئی لکه ابنِ کثیرؒ چې لیکلی دی۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبِعُوْا سَبِیْلَنَا وَ لْنَحْمِلْ خَطٰیٰكُمْ١ؕ وَ مَا هُمْ بِحٰمِلِیْنَ مِنْ خَطٰیٰهُمْ مِّنْ شَیْءٍ١ؕ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۱۲
ترجمه: اؤ وې به کافرانو ایماندارو ته تاسو روان شیٔ زمونږ پهٔ لار، نو مونږ به پورته کړو ستاسو ګناهونه ، ف۱۶ اؤ حال دا دے چې نهٔ شی پورته کؤلے دَ هېڅ یو ګناه ۔ بېشکه دوی دروغژن دی ۔
ف۱۶: یعنی مسلمان ته پکار دی چې پهٔ خپل ایمان اؤ مذهب کلک ولاړ وی چې نهٔ ېٔ دَ ازمیښت سختې قدم ښویؤلے شی اؤ نهٔ دَ چا پهٔ خوشامندو اؤ پستو خبرو خطا کیږی ۔
مشرکانو به مسلمانانو ته وې چې څهٔ چې وشو هغه وشو ۔ تاسو زمونږ وروڼه ییٔ اوس هم هغه خپل زوړ دین ته را واؤړیٔ نو دَ سختیو نه به بچ شیٔ ، مونږ به درته بیا څهٔ نهٔ وایو ۔ اؤ کهٔ پهٔ دې کښې تاسو څهٔ ګناه ګڼیٔ نو دَ الله پهٔ دربار کښې وواییٔ چې مونږ دَ هغوی پهٔ وینا اوړېدلی یو ۔ نو هلته کهٔ تاسو ته څهٔ سزا وی هغه به هم دَ ستاسو پهٔ ځائې مونږ برداشت کړو ۔
وَ لَیَحْمِلُنَّ اَثْقَالَهُمْ وَ اَثْقَالًا مَّعَ اَثْقَالِهِمْ١٘ وَ لَیُسْـَٔلُنَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَمَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ۠۱۳
ترجمه: البته پورته کوی به خپل پیټی ، ف۱۷ اؤ ورسره نور هم ډېر پیټی، اؤ ضرور به دَ دوی نه تپوس کیږی دَ قیامت پهٔ ورځ دَ هغه دروغو خبرو چې دوی جوړؤلے۔ ف۱۸
ف۱۷: یعنی دروغژن دی ۔ ستاسو پیټے یوه ذره هم نهٔ شی سپکؤلے ۔ البته پهٔ دې کارونو خپل پیټے نور هم درنوی ۔ یو خو خپله ګمراه وو ، بل پیټے ېٔ ورسره دَ نورو دَ ګمراه کؤلو ملګرے کړو ۔ نو خپل پیټے ېٔ ځان ته نور هم دروند کړو ۔ شاه صاحب لیکلی دی کهٔ څوک دا غواړی چې پهٔ ملګرتیا کښې دَ بل ګناه پهٔ خپل سر واخلی نو دا نهٔ شی کېدے ۔ لېکن دَ بل پهٔ وینا کهٔ چا څهٔ ګناه وکړه نو دې هم ګناهګار شو اؤ دَ چا پهٔ وینا چې ېٔ کړے ده هغه هم ګناهګار شو (هر یو به خپل پټې ےپورته کوی) ۔ لکه حدیث شریف کښې چې دی ”پهٔ دنیا کښې چې څوک ناحقه مرګ وکړی پهٔ هغې ګناه کښې څهٔ برخه دَ آدمؑ ځوی قابیل ته هم رسی ځکه چې پهٔ دنیا کښې دَ دې خراب کار سر هغهٔ یٔښې دے ۔
ف۱۸: یعنی څوک چې داسې خبرې کوی دا یو مستقله ګناه ده چې هغه به پرې نیؤلے شی ۔ (نو دهٔ ته خو څهٔ فائده نهٔ شی ورکؤلے اؤ ځان ته ېٔ پهٔ دې خبرو نقصان ورسؤلو)
مخکښې دَ عبرت دپاره څو قصې بیانیږی چې دَ رښتونو پهٔ مقابله کښې دروغژن همېشه هم دغسې دَ شرارت کارونه کوی ۔ اؤ پهٔ رښتونو څهٔ موده سخت ازمېښت راځی لېکن نتیجه ېٔ دَ دوی پهٔ حق کښې بهتره وی ۔ آخر انجام رښتونے کامیاب اؤ دروغژن تباه و برباد شی ۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَلَبِثَ فِیْهِمْ اَلْفَ سَنَةٍ اِلَّا خَمْسِیْنَ عَامًا١ؕ فَاَخَذَهُمُ الطُّوْفَانُ وَ هُمْ ظٰلِمُوْنَ۱۴
ترجمه: اؤ مونږ راستؤلے وهٔ نوح دَ هغهٔ قوم ته ۔ نو بیا دې وسېدو پهٔ دې قوم کښې ژر کاله پنځوس کم ۔ ف۱۹ بیا دوی راګېر کړل طوفان ، اؤ وو دوی ګناهګار ۔ ف۲۰
ف۱۹: دَ حضرت ابنِ عباسؓ نه روایت دے چې نوحؑ دَ څلویښتو کالو پهٔ عمر کښې پېغمبر شوے وهٔ ، نهه نیم سوه کاله ېٔ تبلیغ وکړو ۔ بیا طوفان راغلو ۔ دَ طوفان نه پس بیا شپېتهٔ کاله ژوندے وهٔ دغه شان ېٔ ټول عمر پنځوس دپاسه زر کاله وهٔ ۔
ف۲۰: یعنی دَ خپلې بدعملیٔ نه منع نهٔ شو نو طوفان داسې راګېر کړهٔ چې دَ څو کسو مسلمانانو نه علاوه ټول پکښې غرق شو ۔
فَاَنْجَیْنٰهُ وَ اَصْحٰبَ السَّفِیْنَةِ وَ جَعَلْنٰهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ۱۵
ترجمه: بیا مونږ بچ کړو هغه (نوح) اؤ دَ کشتۍ خلق ۔ ف۲۱ اؤ وساتله مونږ دغه کشتۍ دَ دنیا دَ مخلوق دپاره یوه نښه ۔ ف۲۲
ف۲۱: یعنی کوم بندیان یا څاروی چې پهٔ کشتۍ کښې سوارهٔ وو هغه مو دَ طوفان نه بچ کړل نور ټول غرق شو ۔ دا قصه پهٔ سورة هود کښې مفصله تېره شوے ده ۔
ف۲۲: وائی چې دَ نوحؑ کشتۍ ډېره موده پهٔ جودی غرهٔ پرته وه خلقو به ترېنه عبرت اخستو ۔ اؤ اوس هم چې کوم جهازونه اؤ کشتۍ موجودې دی دا ټولې دَ نوحؑ دَ کشتۍ یاد تازه کوی اؤ دَ الله دَ قدرت نمونې دی ۔ یا ېٔ شاید چې دا مطلب وی چې دَ نوحؑ واقعه مونږ خلقو ته دَ سبق اخستو دپاره نمونه پرېښوه ۔ شاه صاحب لیکلی دی ۔ دا سورت پهٔ هغه وخت نازل شوے وهٔ چې دَ کافرو دَ زور ظلم دَ لاسه دَ مسلمانانو یوه ډله پهٔ جهاذ کښې حبشې ته پهٔ هجرت تللې وه ۔ بیا چې رسول اللهﷺ مدینې منورې ته هجرت وکړو نو دغه اصحاب بیا مدینې منورې ته صحیح سالم راغلل ۔ ګویا کهٔ اوس هم دَ نوحؑ دَ کشتۍ تاریخی واقعه پهٔ بل رنګ کښې بیا دوباره شوه اؤ هغه خبره دَ نوی سره تازه شوه۔ (څنګه چې دَ نوحؑ اصحاب پهٔ کشتۍ کښې دَ طوفان نه بچ شوی وو دغه شان دَ رسول اللهﷺ څهٔ ملګری هم دَ کشتۍ پهٔ ذریعه دَ کافرو دَ سختو نه بچ شو)۔
وَ اِبْرٰهِیْمَ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَ اتَّقُوْهُ١ؕ ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۱۶
ترجمه: اؤ مونږ راستؤلے وهٔ ابراهیم ، کله چې ېٔ ووې خپل قوم ته عبادت کویٔ دَ الله اؤ دَ هغهٔ نه ویرېږیٔ ۔ دې کښې ستاسو خیر دے ۔ کهٔ تاسو پوهېږیٔ ۔
اِنَّمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا وَّ تَخْلُقُوْنَ اِفْكًا١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَمْلِكُوْنَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوْا عِنْدَ اللّٰهِ الرِّزْقَ وَ اعْبُدُوْهُ وَ اشْكُرُوْا لَهٗ١ؕ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ۱۷
ترجمه: تاسو خو عبادت کویٔ دَ الله نه غیر دَ بتانو اؤ جوړویٔ دروغ خبرې ۔ ف۲۳ بېشکه څوک چې عبادت کوی دَ الله نه غیر ۔ نو هغه مالک نهٔ دے ستاسو دَ روزیٔ ۔ نو تاسو تلاش وکړیٔ دَ روزیٔ دَ الله سره اؤ خالص دَ هغهٔ عبادت کویٔ۔ دَ هغهٔ حق ومنیٔ ، هم هغهٔ ته به واپس کېږیٔ ۔ ف۲۴
ف۲۳: یعنی غلطې عقیدې مو دَ ځان نه جوړې کړی دی ۔ دَ خپله لاسه بتان جوړ کړیٔ اؤ بیا ورته پهٔ دروغه خدایان واییٔ اؤ سجدې ورته کویٔ ۔
ف۲۴: شاه صاحبؒ لیکلی دی چې ډېر خلق پهٔ روزیٔ پسې خپل ایمان تباه کوی نو دوی دې پوهه شی چې روزی سوا دَ الله تعالیٰ نه بل څوک نهٔ شی ورکؤلے هم هغه ټول مخلوق ته دَ خپلې خوښې اؤ رضا موافق روزی ورکوی ۔ نو خالص دَ الله عبادت کویٔ چې هغه درنه راضی شی اؤ فراخه روزی درکړی ۔ آخر یوه ورځ به هغهٔ ته مخامخ کېږیٔ نو پهٔ هغه ورځ به څهٔ ځواب ورکویٔ اؤ پهٔ کوم مخ به ورځیٔ؟
وَ اِنْ تُكَذِّبُوْا فَقَدْ كَذَّبَ اُمَمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ١ؕ وَ مَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ۱۸
ترجمه: اؤ کهٔ تاسو ورته دروغ واییٔ نو دروغ وئیلی دی ورته تاسو نه مخکښې ډېرو قومونو ۔ اؤ دَ رسول پهٔ ذمه خو بس صفا صفا پېغام رسؤل دی ۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی دَ رسول کار خو صرف تبلیغ کؤل دی ما خپل کار پوره کړو اؤ تاسو زما تصدیق کویٔ اؤ کهٔ تکذیب ۔ ما ته ېٔ هېڅ تاوان نشته ۔ ما درته صفا صفا احکام واؤرؤل اوس کهٔ تاسو ېٔ نهٔ منیٔ نو خپل تاوان مو دے ۔ دَ ستاسو نه مخکښې قومونو عاد و ثمود دغه شان انکار کړے وهٔ نو خپل تاوان ېٔ وکړو ټول تباه و برباد شو ۔
اَوَ لَمْ یَرَوْا كَیْفَ یُبْدِئُ اللّٰهُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ۱۹
ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی چې څنګه شروع کوی الله پیداوښت ۔ بیا به ېٔ دوباره کوی، ف۲۶ بېشکه دا کار الله ته ډېر آسان دے ۔ ف۲۷
ف۲۶: یعنی اول تاسو خپل ځان ته فکر وکړیٔ چې دَ نشت نه الله تعالیٰ شتهٔ کړیٔ دغه شان به مو دَ مرګ نه پس بیا هم پیدا کړی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی چې اول پیدائش خو پهٔ خپلو سترګو وینیٔ دوباره کېدل دَ دې نه معلوم کړیٔ ۔
ف۲۷: یعنی الله تعالیٰ ته خو هېڅ کار هم ګران نهٔ دے ۔ لېکن ستاسو دَ پوهې دپاره دا یوه خبره دَ غور کؤلو ده چې وړومبی ځل الله تعالیٰ دا مخلوق څنګه پهٔ عجیبه شکل پیدا کړو ۔ اول خو ېٔ هېڅ نمونه نهٔ وه ۔ اوس خو ېٔ یوه نمونه جوړه شوے ده ۔ نو دَ ځانه څیز جوړؤل خو ګران دی اؤ دَ بل څیز پهٔ نمونه څیز جوړؤل دَ هغې نه آسان دی ۔ نو ستاسو دَ عقل موافق ېٔ الله تعالیٰ ته دوباره پیدا کؤل دَ اول نه زیات آسان پکار دی ۔
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌۚ۲۰
ترجمه: ورته ووایه وګرځیٔ پهٔ وطن کښې ۔ نو وګوریٔ چې څنګه شروع کړو الله دَ مخلوق پیداوښت بیا به الله راپورته کوی وروستی ځل راپورته کؤل ۔ ف۲۸ بېشکه الله هر څهٔ کؤلے شی ۔
ف۲۸: یعنی دَ ځان نه علاوه دَ دنیا پهٔ نورو څیزونو هم غور وکړیٔ اؤ پهٔ دنیا کښې وګرځیٔ را وګرځیٔ ۔ سوچ وکړیٔ چې الله تعالیٰ دا دومره قسم قسم مخلوق څنګه پیدا کړے دے ۔ نو کوم قادر اؤ توانا رب چې دا دومره مخلوق اول ځل پیدا کړے دے هغهٔ ته ېٔ دوباره بیا پیدا کؤل څهٔ ګران دی ۔ دَ هغهٔ قدرت اؤ طاقت څهٔ اوس کم شوے خو نهٔ دے؟ چې یو ځل ېٔ پیدا کړی اؤ بیا به ېٔ نهٔ شی پیدا کؤلے؟
یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَرْحَمُ مَنْ یَّشَآءُ١ۚ وَ اِلَیْهِ تُقْلَبُوْنَ۲۱
ترجمه: عذاب به ورکوی چا ته چې وغواړی اؤ رحم به کوی پهٔ چا چې وغواړی ۔ ف۲۹ اؤ هم هغهٔ ته به واپس کېږیٔ۔
ف۲۹: یعنی دَ دوباره پیدا کؤلو نه پس به دَ خپل حکمت موافق چا ته سزا ورکړی اؤ څوک به پهٔ خپل رحم و کرم معاف کړی ۔
وَ مَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَ لَا فِی السَّمَآءِ١٘ وَ مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّ لَا نَصِیْرٍ۠۲۲
ترجمه: اؤ تاسو عاجزه کؤنکی نهٔ ییٔ پهٔ زمکه کښې اؤ نهٔ پهٔ آسمان کښې ۔ اؤ نشته ستاسو دپاره دَ الله نه غیر بل څوک دوست اؤ نهٔ څوک مددګار ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی چا ته چې الله تعالیٰ سزا ورکؤل غواړی هغه پهٔ هېڅ طریقه ځان بچ کؤلے نهٔ شی نهٔ پهٔ زمکه ننوتے شی اؤ نهٔ آسمان ته ختے شی اؤ نهٔ ېٔ څوک مددګار پیدا کېدے شی چې دَ الله دَ سزا نه ېٔ بچ کړی۔
وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَ لِقَآىِٕهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ یَىِٕسُوْا مِنْ رَّحْمَتِیْ وَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۲۳
ترجمه: اؤ څوک چې منکر دی دَ آیتونو دَ الله نه اؤ هغهٔ سره دَ ملاقات نه ۔ هم دغه خلق نا امیده دی زما دَ رحمت نه ، ف۳۱ اؤ هم دَ دې خلقو دپاره دے دردناک عذاب۔
ف۳۱: یعنی کوم خلق چې دَ الله تعالیٰ آیتونه نهٔ منی اؤ دَ هغهٔ سره دَ ملاقات طمع نهٔ لری (ځکه چې دوباره ژوند نهٔ منی) نو هغوی دَ الله تعالیٰ دَ رحمت نه مایوس دی ۔ نو پهٔ آخرت کښې به هم دَ الله تعالیٰ دَ رحمت نه محروم وی ۔
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا اقْتُلُوْهُ اَوْ حَرِّقُوْهُ فَاَنْجٰىهُ اللّٰهُ مِنَ النَّارِ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ۲۴
ترجمه: بل هېڅ ځواب نهٔ وهٔ دَ (ابراهیم) دَ قوم ۔ خو دا چې وې وئیل دې قتل کړیٔ یا ېٔ وسوزویٔ ۔ ف۳۲ نو بیا الله هغه بچ کړو دَ اور نه ۔ ف۳۳ بېشکه پهٔ دې کښې غټ دلیلونه دی دَ هغه خلقو دپاره چې یقین کوی ۔ ف۳۴
ف۳۲: یعنی دَ ابراهیمؑ دَ مضبوط دلائیلو ځواب چې دَ هغهٔ دَ قوم نه ونهٔ شو نو زور چلؤل ېٔ شروع کړهٔ اؤ خپلو کښې ېٔ صلاح وکړه چې دا ځلمے قتل کړیٔ چې خلاص شو ترېنه ۔ یا ېٔ پهٔ اور کښې واچویٔ کهٔ دَ خپلې خبرې نه واؤړېدو نو را بهر به ېٔ کړو رتې اؤ کهٔ نهٔ اوړېدو نو پکښې به وسوزی مونږ به ترې خلاص شو ۔
ف۳۳: یعنی دَ هغوی صلاح دا جوړه شوه چې اور کښې ېٔ اچوؤ نو پهٔ اور کښې ېٔ واچؤلو خو الله تعالیٰ ورباندې اور ګلزار کړو نو هغهٔ ته ېٔ هېڅ تکلیف ونهٔ رسؤلو لکه سورتِ انبیاء کښې چې تېر شوی دی ۔
ف۳۴: یعنی دَ دې واقعې نه پته ولګېده چې الله تعالیٰ خپل نیک بندګان څنګه بچ کوی اؤ منکرانو ته څنګه سزا ورکوی ۔ اؤ دا ترېنه هم معلومه شوه چې پهٔ هر څیز کښې تاثیر الله تعالیٰ اچوی چې دَ هغهٔ حکم نهٔ وی نو دَ اور غوندې تیز شے هم څهٔ شے نهٔ شی سوزؤلے ۔
وَ قَالَ اِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا١ۙ مَّوَدَّةَ بَیْنِكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۚ ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَّ یَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا١٘ وَّ مَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَ مَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَۗۙ۲۵
ترجمه: اؤ ابرهیم ووې ، ف۳۵ دا تاسو چې جوړ کړی دَ الله نه غیر بتان دَ یو بل سره پهٔ دوستیٔ دَ دنیا پهٔ ژوند کښې ۔ ف۳۶ بیا دَ قیامت پهٔ ورځ انکار کویٔ دَ یو بل نه، اؤ ملامته به کویٔ پهٔ یو بل ۔ ف۳۷ اؤ ځائې ستاسو دَ ټولو اور دے ۔ اؤ نشته ستاسو هېڅوک مددګار ۔ ف۳۸
ف۳۵: یعنی چې دَ اور نه رابهر شو نو بیا ېٔ قوم ته نصیحت شروع کړو ۔
ف۳۶: بت پرستیٔ ته یو عقلمند بنده هم ښهٔ نهٔ شی وئیلې ۔ بت پرست پهٔ خپله هم پوهیږی چې دا یو فضول کار دے خو دَ قوم دَ راغونډؤلو دپاره ېٔ یو چل جوړ کړے دے چې پهٔ دې نوم دَ یو بل سره امداد کوی اؤ خپلو کښې دوستیٔ پیدا کوی (لکه څنګه چې نن سبا دَ یورپ ټول عیسایان پهٔ یو اتفاق دی) یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ بت پرستیٔ رواج پهٔ دې وجه نهٔ دے روان چې دا څهٔ ډېر معقول کار دے بلکې پهٔ پټو سترګو پهٔ خپلو مشرانو پسې روان دی اؤ قومی تړون اؤ خپلو کښې تعلقات ېٔ پهٔ راغونډېدو مجبوروی ۔
یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ بت پرستیٔ شروع دَ محبّت نه شوے ده ۔ پهٔ یو قوم کښې څو کسه ډېر نیکان اؤ خداپرست وو چې هغه مړهٔ شو نو دَ ډېرې مینې نه خلقو دَ هغوی بتان جوړ کړل اؤ دَ هغو قدر اؤ عزت به ېٔ کؤلو ورو ورو دغه قدر دَ عبادت درجې ته ورسېدو نو دغه شان بت پرستی شروع شوه ۔ بیا هر قوم ځان ته خپل بت جوړ کړو ۔ دا درے واړه احتماله مفسرانو بیان کړی دی اؤ کېدے شی چې مَوَدَّةَ بَیْنِکُمْ نه مراد دَ بت پرستو دَ خپلو بتانو سره محبّت وی لکه بل ځائې چې دی ۔ ”اَنْدَادًا یُّحِبُّوْنَهُمْ کَحُبِّ اللهِ“ (شریکان چې دوی سره داسې محبّت کوی لکه دَ الله سره چې پکار دے)
ف۳۷: یعنی دا ټوله دوستی اؤ محبّت صرف دَ دنیا څو ورځې ژوند کښې ده ۔ دَ قیامت پهٔ ورځ خو به دَ یو بل دښمنان ییٔ اؤ پهٔ یو بل به الزام لګویٔ ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی چې هغه شیطان دَ چا پهٔ لمسه چې دوی دا بت پرستی کوی هغه به دَ الله پهٔ دربار کښې منکر شی چې ما دوی ته نهٔ دی وئیلی چې زما عبادت وکړیٔ اؤ کهٔ ورته مې وئیلی وی نو زما خو پرې څهٔ زور نهٔ وهٔ ۔ دوی به زما خبره نهٔ منله کنه نو بیا به دا بت پرست هغه وخت پهٔ شیطان لعنت وائی چې زمونږ نه ېٔ نذرانې اؤ شکرانې اخستے اؤ اوس چې وخت راغلو نو منکر شو؟
ف۳۸: یعنی هلته به هېڅوک نهٔ وی چې تاسو بیا دَ دوزخ دَ اور نه بچ کړی لکه نن چې زهٔ خپل رب دَ ستاسو دَ اور نه بچ کړم ۔
فَاٰمَنَ لَهٗ لُوْطٌ١ۘ وَ قَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلٰی رَبِّیْ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۲۶
ترجمه: نو بیا ایمان راؤړو پهٔ هغهٔ لوط، اؤ وېٔ وئیل زهٔ خو هجرت کؤم خپل رب طرف ته ۔ بېشکه هم هغه زبردست دے دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۳۹
ف۳۹: لوطؑ دَ ابراهیمؑ ورارهٔ وهٔ ۔ پهٔ خپل قوم کښې پهٔ ابراهیمؑ بل هېچا ایمان رانهٔ وړو ، یو لوطؑ ورباندې ایمان راؤړو ۔ دوی دواړو دَ عراق دَ ملک پهٔ بابل نومې ښار کښې وسېدل ، دَ هغه ځائې نه ېٔ هجرت وکړو ، شام ته لاړل ۔
تنبیه: وَقَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ کښې دواړه احتماله شته چې دا خبره ابراهیمؑ کړی وی کهٔ لوطؑ ۔
وَ وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَ یَعْقُوْبَ وَ جَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَ الْكِتٰبَ وَ اٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا١ۚ وَ اِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ۲۷
ترجمه: اؤ ورکړو مونږ (ابراهیم) ته اسحاق اؤ یعقوب ف۴۰ اؤ مقرر مو کړهٔ دَ دهٔ پهٔ اولاد کښې پېغمبر اؤ کتاب ف۴۱ اؤ ورمو کړو هغهٔ ته دَ دې ثواب پهٔ دنیا کښې ۔ اؤ هغه پهٔ آخرت کښې ضرور پهٔ نیکانو کښې (شامل) دے ۔ ف۴۲
ف۴۰: یعنی ېٔ ځوئے ورکړو اسحاقؑ اؤ دَ هغهٔ ځوئے وشو یعقوبؑ دَ چا نه چې دَ بنی اسرائیلو نسل شروع شو ۔
ف۴۱: یعنی دَ ابراهیمؑ نه پس پېغمبری اؤ آسمانی کتاب دَ بل چا اولاد ته نهٔ دے ورکړې شوے ۔ دَ ابراهیمؑ نه پس چې څومره پېغمبران راغلی دی ټول دَ هغهٔ پهٔ اولاد کښې وو ۔ ځکه ورته ابوالانبیاء (دَ نبیانو پلار) وئیلی شی ۔ نبی آخرالزمانﷺ هم دَ هغهٔ دَ ځوی اسماعیلؑ پهٔ اولاد کښې دے ۔
ف۴۲: یعنی پهٔ دنیا کښې ورته الله تعالیٰ مال ، اولاد اؤ تر قیامته نیک نوم ورکړو اؤ دَ شام پهٔ ملک همېشه دَ هغهٔ دَ اولاد استوګه اؤ حکومت وهٔ اؤ پهٔ آخرت کښې به ېٔ هم پهٔ نیکانو کښې درجه ډېره وچته وی۔
وَ لُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ١٘ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ۲۸
ترجمه: اؤ لوط کله چې ووې هغه خپل قوم ته ، تاسو کویٔ دَ بې حیاییٔ کارونه داسې کارونه چې نهٔ دی کړی ستاسو نه مخکښې پهٔ دنیا کښې هېچا ۔ ف۴۳
ف۴۳: یعنی داسې خراب کار له تاسو نه مخکښې هېچا نهٔ دے کړے دَ دې نه هم معلومیږی چې دا داسې خراب کار دے چې بنیادم ترېنه طبعی طور کرکه کوی ۔ دَ داسې خلافِ فطرت اؤ خلافِ شریعت کار شروع تاسو نه وشوه ۔
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ وَ تَقْطَعُوْنَ السَّبِیْلَ١ۙ۬ وَ تَاْتُوْنَ فِیْ نَادِیْكُمُ الْمُنْكَرَ١ؕ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۲۹
ترجمه: آیا تاسو را منډه کویٔ پهٔ سړیو اؤ لارې وهیٔ ف۴۴ اؤ کویٔ پهٔ خپلو مجلسونو کښې ناکاره کارونه ۔ ف۴۵ نو بل هېڅ ځواب نهٔ وهٔ دَ هغهٔ دَ قوم ، خو دا ېٔ ورته ووې چې راوله مونږ باندې دَ الله عذاب ۔ کهٔ تهٔ رښتونے ئ ۔ ف۴۶
ف۴۴: شاید چې لارې وهلو نه مطلب ډاکې اچؤل اؤ شوکه وی ۔ دا خراب عادت به هم پهٔ دې قوم کښې وهٔ ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ دې بدکاریٔ دَ وجې مسافر پهٔ دې طرف راتللې نهٔ شو دا لارې پرې بندې شوې یا ېٔ دا مطلب دے چې تاسو چې دا خلافِ فطرت کار کویٔ نو پهٔ دې طریقه دَ بنیادمو دَ پیدائش لارې بندویٔ ۔
ف۴۵: شاید چې داسې بې حیا شوی وو چې دا کارونه به ېٔ دَ یو بل مخکښې پهٔ څرګنده کؤل یا به ترېنه نور څهٔ چیړ چاړ اؤ بې شرمیٔ خبرې مراد وی۔
ف۴۶: یعنی کهٔ تهٔ پهٔ رښتیا پېغمبر ئ اؤ پهٔ دې خبرو رښتیا دَ الله عذاب راځی پهٔ خلقو نو بیا دغه عذاب ایسار څهٔ ته دے را ېٔ وله کنه؟ اؤ بل ځائې ارشاد دے ۔ وَ مَا کَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤ اَخْرِجُوْهُمْ مِنْ قَرْیَتِکُمْ اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ
(یعنی دَ هغهٔ دَ قوم دغه ځواب وهٔ چې دا لوطؑ اؤ دَ دهٔ کورنیٔ دَ دې کلی نه وباسیٔ، دوی ځانونه ډېر پاک پاک کوی)
شاید چې ځنو کسانو دا وئیلی وی اؤ ځنو دَ عذاب مطالبه کړے وی ۔ یا ېٔ اول دَ عذاب پهٔ خبرې پورې مسخرې کړے وی اؤ یا ېٔ دَ دوی دَ کلی نه دَ شړلو فیصله کړے وی ۔ بهرحال دَ دې قوم طبیعت داسې مسخ شوے وهٔ چې پهٔ هېڅ شان دَ دې ناکاره کار نه اوړېدو ته تیار نهٔ وو ۔ دَ پېغمبر نصیحت ېٔ نهٔ اورېدو بلکې دَ هغهٔ مقابلې ته تیار وو نو دَ تباهیٔ دپاره ېٔ دغه یو جرم هم کافی وهٔ اؤ کهٔ ورسره دَ توحید نه هم منکر وو نو بیا خو واه واه ۔ کېدے شی چې لوطؑ دَ توحید تعلیم هم ورکړے وی خو دلته دَ هغې ذکر نهٔ دے شوے اؤ کېدے شی چې دَ توحید تعلیم دَ ابراهیمؑ پهٔ تبلیغ سره خور شوے وهٔ ۔ اؤ لوطؑ دَ دې خراب کار نه منع کؤلو دپاره مبعوث شوے وهٔ ۔ والله اعلم۔
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ عَلَی الْقَوْمِ الْمُفْسِدِیْنَ۠۳۰
ترجمه: (لوط) ووې اے ربه زما امداد وکړه زما دَ دې شریرو خلقو پهٔ مقابله کښې ف۴۷
ف۴۷: یعنی چې لوطؑ دَ دې قوم دَ طرف نه مایوس شو اؤ یقین ېٔ راغلو چې دَ دوی آئنده نسلونه هم دَ سمېدو نهٔ دی هم پهٔ دغه چال به روان وی ۔ نو دَ الله نه ېٔ دَ امداد سوال وکړو لکه نوحؑ چې فرمائیلی وو ۔ ”اِنَّكَ اِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوْا عِبَادَكَ وَلَا یَلِدُوْۤا اِلَّاۤ فَاجِرًا کَفَّارًا“
وَ لَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی١ۙ قَالُوْۤا اِنَّا مُهْلِكُوْۤا اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ١ۚ اِنَّ اَهْلَهَا كَانُوْا ظٰلِمِیْنَۚۖ۳۱
ترجمه: اؤ کله چې راوړو زمونږ آستاذو ابراهیم ته زېرې ۔ هغوی ووې مونږ خو تباه کؤنکی یو دَ دې کلی خلق ۔ بېشکه دَ دې کلی وسیدونکی دی ګناهګار ۔ ف۴۸
ف۴۸: دَ لوطؑ پهٔ دعا فرښتو ته دَ دې قوم دَ تباه کؤلو حکم وشو ۔ فرښتې اول ابراهیمؑ ته راغلې هغهٔ ته ېٔ دَ ځوی زېرے ورکړو اؤ دا خبر ېٔ ورکړو چې مونږ دَ لوطؑ کلی (سدوم) تباه کؤلو ته راغلی یو ځکه چې هغه خلق ډېر ناکاره کارونه کوی ۔ دا واقعه پوره تفصیل سره سورتِ اعراف اؤ سورتِ حجر کښې تېره شوے ده ۔
تنبیه: شاید چې دَ لوطؑ قوم دَ تباه کؤلو دَ خبر سره دَ ځوی پهٔ زیری ورکؤلو کښې دا فائده وه چې هغهٔ ته ېٔ دا ښیٔله کهٔ یو طرف ته یو قوم دَ دنیا نه ورکؤم نوبل طرف ته دَ یو بل عظیم الشان قوم (بنی اسرائیل) بنیاد هم ږدم ۔
قَالَ اِنَّ فِیْهَا لُوْطًا١ؕ قَالُوْا نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَنْ فِیْهَا١٘ٙ لَنُنَجِّیَنَّهٗ وَ اَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ١٘ۗ كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ۳۲
ترجمه: (ابراهیم) ووې ، پهٔ دې (کلی) کښې خو لوط هم دے ۔ ف۴۹ هغوی ووې مونږ ته ښهٔ معلوم دی چې پهٔ دې کښې څوک دی ، مونږ به بچ کړو هغه اؤ دَ هغهٔ کورنۍ ، بې دَ هغهٔ دَ ښځې نه هغه به پاتې کیږی دَ تباه کېدونکیو سره ۔ ف۵۰
ف۴۹: یعنی دَ لوطؑ پهٔ موجودګیٔ کښې به دا کلی تباه کیږی؟ اؤ کهٔ هغه به ترېنه بهر وځی نو هله به تباه کیږی ۔ غالبًا دَ ډېرې مینې پهٔ وجه دَ ابراهیمؑ سره دا فکر شو چې کهٔ دَ لوطؑ پهٔ مخکښې پهٔ قوم عذاب راشی نو هغه چرته دَ دې هیبتناک منظر پهٔ لیدو پریشان نهٔ شی ۔ فرښتو پهٔ خپله خبره کښې دَ هغهٔ دَ ویستو څهٔ ذکر نه وهٔ کړے نو دَ هغهٔ سره فکر شو چې دَ لوطؑ پهٔ مخکښې به دا عذاب راځی ۔ والله اعلم ۔
ف۵۰: یعنی فرښتو تسلّی ورکړه چې څوک دلته وسی مونږ ېٔ ښهٔ پېژنو چې څوک پکښې پاک دی اؤ څوک مجرمان دی ۔ یواځې لوطؑ نه بلکې دَ هغه ټولې کورنۍ ته به هېڅ تکلیف نهٔ رسی ټول به دَ دې موقعې نه بچ شی ، بغیر دَ یوې بوډۍ نه چې هغه به دَ قوم سره پاتې وی اؤ تباه به شی ۔
وَ لَمَّاۤ اَنْ جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوْطًا سِیْٓءَ بِهِمْ وَ ضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَّ قَالُوْا لَا تَخَفْ وَ لَا تَحْزَنْ١۫ اِنَّا مُنَجُّوْكَ وَ اَهْلَكَ اِلَّا امْرَاَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ۳۳
ترجمه: اؤ کله چې ورسېدل زمونږ استاذی لوط ته ، هغه دَ هغوی پهٔ لیدو خفه شو اؤ زړهٔ ېٔ ورته تنګ شو ، ف۵۱ هغوی ووې ، مهٔ ویرېږه اؤ مهٔ غم کوه مونږ به بچ کړو تا اؤ ستا کورنۍ بې ستا دَ ښځې نه چې هغه به پاتې کیږی دَ پاتې کېدونکیو سره۔
ف۵۱: فرښتې دَ ډېر ښائسته کم عمره هلکانو پهٔ شکل وې ۔ لوطؑ اول پېژندلے نهٔ وې نو دا خیال ېٔ وکړو چې څوک ناشنا میلمانهٔ دی نو زړهٔ ېٔ خفه شو چې اوس به ېٔ دا پلیت خلق بې عزته کوی زهٔ به ېٔ ترې څنګه بچ کړم ۔ کهٔ دَ ځان سره ځائې نهٔ ورکؤم نو هم بې مروّتی ده اؤ دَ مهمان نوازیٔ اؤ سخاوت نه خلاف ده اؤ کهٔ ځائې ورکؤم نو دَ دې ظالمانو دَ لاسه به ېٔ څنګه بچ کؤم؟
اِنَّا مُنْزِلُوْنَ عَلٰۤی اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ۳۴
ترجمه: مونږ را کوزؤنکی یو دَ دې کلی پهٔ وسیدونکیو یو آفت دَ آسمان نه ۔ ځکه چې دوی نافرمانی کؤله ۔ ف۵۲
ف۵۲: یعنی تهٔ څهٔ غم مهٔ کوه ۔ مونږ بنیادم نهٔ یو فرښتې یو اؤ پهٔ دې قوم آسمانی عذاب راوستو دپاره راغلی یو ۔
وَ لَقَدْ تَّرَكْنَا مِنْهَاۤ اٰیَةًۢ بَیِّنَةً لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ۳۵
ترجمه: اؤ بېشکه مونږ باقی پریٔښې ده دَ دې (کلی) یوه څرګنده نښه دَ پوهه خلقو دپاره۔ ف۵۳
ف۵۳: یعنی دَ هغوی هغه اړولی کلی دَ مکّې خلق دَ شام پهٔ سفر کښې وینی اؤ پهٔ دغه لار تیریږی (نو کهٔ څهٔ عقل پکښې وې عبرت به ېٔ ترې اخستې وهٔ اؤ نافرمانی به ېٔ نهٔ کؤله ۔
وَ اِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا١ۙ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَ ارْجُوا الْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَ لَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ۳۶
ترجمه: اؤ (مونږ را واستؤلو) دَ مدین خلقو ته دَ هغوی ورور شعیب ، ووې هغهٔ ، اے قومه ، عبادت کویٔ دَ الله اؤ طمع لریٔ دَ آخرې ورځې ف۵۴ اؤ مهٔ ګرځیٔ پهٔ ملک کښې ورانے کؤنکی۔ ف۵۵
ف۵۴: یعنی دَ آخرت نه غافل کیږیٔ مه اؤ دَ یو الله عبادت کویٔ (شریکان ورسره مهٔ جوړوی)
ف۵۵: شاید چې دلته دَ ورانی نه مراد پهٔ کاروبار کښې کړبړ ، کم تلل ، زیات اخستل اؤ نوره بې ایمانی کؤل ، سود اخستل وغېره څنګه چې دَ دې خلقو عادت وهٔ ۔ ممکن ده چې ډاکې اؤ غلاګانې ېٔ هم کؤلے۔
فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ٘۳۷
ترجمه: نو هغوی دروغژن ووې هغهٔ ته ، بیا راکېر کړو دغه قوم یوې زلزلې ، بیا سحر پراتهٔ وو خپلو کورونو کښې پړ مخې ۔
وَ عَادًا وَّ ثَمُوْدَاۡ وَ قَدْ تَّبَیَّنَ لَكُمْ مِّنْ مَّسٰكِنِهِمْ١۫ وَ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَ كَانُوْا مُسْتَبْصِرِیْنَۙ۳۸
ترجمه: اؤ هلاک کړل مونږ قوم عاد اؤ ثمود ، اؤ تاسو ته ېٔ ښهٔ حال معلوم دے دَ هغوی دَ کورونو، ف۵۶ اؤ ښائسته کړی وو هغوی ته شیطان دَ هغوی کارونه ، نو منع ېٔ کړل دَ الله دَ لارې نه اؤ وو هغوی ښهٔ هوښیار ۔ ف۵۷
ف۵۶: یعنی دَ هغوی ورانې کنډرے خو تاسو لیدلی دی نو دَ هغې نه سبق واخلیٔ دَ پېغمبر نافرمانی مهٔ کویٔ اؤ ځان مهٔ تباه کویٔ ۔
ف۵۷: یعنی دَ دنیا پهٔ کار کښې ډېر هوښیار اؤ چالاک وو خو بیا هم دَ شیطان پهٔ لمسه خطا شول ۔
وَ قَارُوْنَ وَ فِرْعَوْنَ وَ هَامٰنَ١۫ وَ لَقَدْ جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ وَ مَا كَانُوْا سٰبِقِیْنَۚۖ۳۹
ترجمه: اؤ قارون اؤ فرعون اؤ هامان ، اؤ راؤړے وې دوی ته موسٰی څرګندې نښې ۔ نو دوی لوی وکړه پهٔ ملک کښې ۔ اؤ نهٔ وو زمونږ نه ګټونکی ۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی څرګندې معجزې ېٔ ولیدې اؤ بیا ېٔ هم دَ کبر پهٔ وجه حق منلو ته غاړه نهٔ کښېښوده نو نتیجه ېٔ څهٔ شوه؟ کهٔ ډېر کبرژن وو نو آیا دَ الله دَ ګرفت نه بچ شو؟ دَ الله نه ېٔ وګټل څهٔ؟
فَكُلًّا اَخَذْنَا بِذَنْۢبِهٖ١ۚ فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا١ۚ وَ مِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ١ۚ وَ مِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ١ۚ وَ مِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا١ۚ وَ مَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ۴۰
ترجمه: نو ټول مو راګېر کړل پهٔ خپلو خپلو ګناهونو کښې، ف۵۹ نو څوک خو داسې وو چې مونږ پرې راوسته کاڼی وروؤنکې سیلۍ ۔ ف۶۰ اؤ ځنی داسې وو چې را ونیؤل یو ناترسه چغې، ف۶۱ اؤ ځنی داسې وو چې ښخ مو کړل پهٔ زمکه کښې ۔ ف۶۲ اؤ ځنی مو غرق کړل (سمندر کښې) ف۶۳ اؤ الله داسې نهٔ دے چې پهٔ دوی ېٔ ظلم کؤلو ۔ لېکن دوی خپله دَ خپلو ځانونو سره بد کؤل ۔ ف۶۴
ف۵۹: هر یو پهٔ خپله ګناه کښې راګېر شو اؤ دَ خپل جرم موافق سزا ېٔ وموندله ۔
ف۶۰: دا دَ لوطؑ قوم وهٔ اؤ ځنو خلقو قومِ عاد هم پهٔ دې کښې شمېرلے دے۔
ف۶۱: دا قومِ ثمود اؤ دَ مدین وسیدونکی وو ۔
ف۶۲: یعنی قارون لکه چې پهٔ سورتِ قصص کښې تېر شوی دی ۔
ف۶۳: دا فرعون اؤ هامان اؤ دَ فرعون قوم شو ۔ ځنو خلقو پکښې دَ نوحؑ قوم هم شمار کړے دے ۔ (غرق شوی خو هغه هم وو خو تېرو آیتونو کښې دَ هغوی ذکر نشته)۔
ف۶۴: یعنی دَ الله تعالیٰ شان دا نهٔ دے چې څهٔ بې انصافی یا بې موقعې کار وکړی ۔ دَ الله تعالیٰ دربار دَ داسې عیبونو اؤ کمزوریو نه پاک دے ۔ الله تعالیٰ پهٔ هېچا ظلم نهٔ کوی لېکن بندیان خپله داسې کارونه کوی چې دَ هغې نتیجه دَ هغوی پهٔ حق کښې ښهٔ نهٔ وی۔
مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ١ۚۖ اِتَّخَذَتْ بَیْتًا١ؕ وَ اِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ١ۘ لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ۴۱
ترجمه: مثال دَ هغه کسانو چې نیؤلی ېٔ دی دَ الله نه غیر نور دوستان ۔ داسې دے لکه جولاګے ۔ چې جوړ ېٔ کړو یو کور ۔ اؤ ټولو کورونو کښې کمزورے دَ جولاګی کور دے ۔ کهٔ دوی څهٔ پوهېدے ۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی کور خو داسې پکار دے چې دَ بنده سر اؤ مال پکښې محفوظ وی ۔ دَ جولاګی دَ جالې پهٔ شان کمزورے کور چې هیله پهٔ بهانه وی څهٔ کور نهٔ دے چا ته هېڅ خیر نهٔ شی رسؤلے ۔ دغه حال دَ هغه کسانو دے چې دَ الله نه غیر دَ بل څهٔ عبادت کوی (یعنی معبود خو داسې پکار دے چې بنده دَ هرې سختې نه بچ کؤلے شی اؤ پهٔ هر کار کښې خیر ور رسؤلے شی ۔ داسې معبود چې نهٔ څهٔ خیر ورکؤلے شی اؤ نهٔ ېٔ دَ څهٔ نقصان نه بچ کؤلے شی څهٔ معبود شو)
اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۴۲
ترجمه: بېشکه الله ښهٔ خبر دے څهٔ څهٔ شے چې دوی بلی دَ الله نه غیر ف۶۶ اؤ هم هغه زبردست دے دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۶۷
ف۶۶: ممکن ده چې چا تعجب کړے وې چې عجیبه خبره ده دَ الله نه غیر ټول معبودان ېٔ پهٔ یو قطار کښې ودرؤل هېڅوک ېٔ پکښې بیل نهٔ کړل ، مشرکان خو ډېر قسمه دی ۔ څوک دَ بتانو عبادت کوی ۔ څوک دَ نمر سپوږمۍ ، څوک دَ اور اؤ څوک دَ دریابونو ، څوک دَ فرښتو ، پېغمبرانو اؤ ولیانو ۔ نو الله تعالیٰ فرمائی چې ما ته ټول معلوم دی کهٔ پهٔ دوی کښې یو هم داسې وې چې مستقل قدرت اؤ اختیار ېٔ لرلے، دَ الله دَ حکم نه غیر ېٔ څهٔ کؤلے نو ما به دَ ټولو پهٔ یو ځائې نفی نهٔ وه کړے ۔
ف۶۷: یعنی الله تعالیٰ دَ هېچا ملګرتیا ته محتاج نهٔ دے ۔ خپله زبردست اؤ پهٔ هر چا غالب دے ۔ اؤ دَ چا سلا مشورې ته ېٔ هم حاجت نشته خپله حکیمِ مطلق اؤ دَ هر څهٔ نه ښهٔ خبر دے ۔
وَ تِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ١ۚ وَ مَا یَعْقِلُهَاۤ اِلَّا الْعٰلِمُوْنَ۴۳
ترجمه: اؤ دا مثالونه دی چې بیانوؤ ېٔ مونږ خلقو ته ۔ اؤ پهٔ دې صرف هغه کسان پوهیږی چې عقل لری ۔ ف۶۸
ف۶۸: دَ مکّې معظّمې مشرکانو به مسخرې کؤلے چې دا څنګه دَ الله کلام دے چې پکښې دَ ماشی مچانو غوندې سپک مثالونه ورکؤلے شی ۔ دا خو دَ الله دَ لوئی شان سره مناسب نهٔ دی ۔ دَ دې ځواب ورکړې شو چې مثال خو دَ خلقو دَ پوهې دپاره ورکؤلے شی ۔ دا مثالونه دَ موقعې پهٔ لحاظ ښهٔ مناسب دی ۔ خبره پرې ښهٔ واضحه کیږی ۔ دَ عقل خاوندان ېٔ پهٔ ښهٔ والی پوهیږی۔
بې عقله جاهلان پهٔ دې خبرو څهٔ پوهیږی مثال خو دَ موقعې مناسب ورکؤلے شی نو دَ کوم څیز دپاره چې مثال ورکؤلے شی دَ هغې سره ېٔ مناسبت کتل پکار دی ۔ کهٔ شے سپک اؤ کمزورے وی نو مثال هم دَ دغه شان څیز سره ورکؤلے شی ۔ دَ مثال ورکؤنکی دَ شان سره دَ مثال هېڅ تعلق نشته ۔
خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ بِالْحَقِّ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ۠۴۴
ترجمه: الله جوړ کړل آسمانونه اؤ زمکه ، څنګه چې پکار وو ۔ ف۶۹ بېشکه پهٔ دې کښې دلیل دے یقین کؤنکیو دپاره ۔ ف۷۰
ف۶۹: یعنی ډېر پهٔ حکمت اؤ تدبیر ېٔ جوړ کړی دی ۔ بې کاره نهٔ دی ۔
ف۷۰: یعنی چې زمکه اؤ آسمانونه ېٔ یواځې بې دَ چا دَ امداد نه پیدا کړل نو پهٔ نورو وړو وړو کارونو کښې ېٔ دَ چا امداد ته څهٔ حاجت دے؟ کهٔ وې خو پهٔ دې غټو کارونو کښې به وهٔ ۔