وَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ نَرٰی رَبَّنَا١ؕ لَقَدِ اسْتَكْبَرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ وَ عَتَوْ عُتُوًّا كَبِیْرًا۲۱
ترجمه: اؤ ووې هغه خلقو چې امید نهٔ لری زمونږ سره دَ ملاقات ، ولې راکوزې نهٔ شوې مونږ ته فرښتې یا کهٔ مو لیدلے وې خپل رب، ف۳۲ ډېر غټ ګڼی ځان پهٔ خپل زړهٔ کښې اؤ پهٔ سر ختلی ډېر زیات پهٔ شرارت کښې ف۳۳
ف۳۲: یعنی دَ چا چې دا یقین نشته چې یوه ورځ به دَ الله پهٔ دربار کښې دَ خپل عمل دَ حساب دپاره حاضریږو ، هغوی دَ سزا دَ غم نه بې فکره دی ځکه بې ادبه خبرې کوی ۔ وائی چې محمّدﷺ ته فرښتې دَ الله پیغام راؤړی نو مونږ ته ېٔ خپله ولې نهٔ راؤړی (مونږ دَ هغهٔ نه پهٔ څهٔ کم یو؟) یا الله تعالیٰ چې دَ پیغمبر پهٔ واسطه مونږ ته حکمونه را راستوی نو خپله ولې نهٔ رامخامخ کیږی ۔ کهٔ خپله راته مخامخ حکم وکړی ۔ مونږ ېٔ ووینو نو یقین به مو وشی اؤ پهٔ حکم به ېٔ عمل وکړو ۔ دَ بل پهٔ خلهٔ مو یقین نهٔ کیږی ۔ لکه بل آیت چې دے ۔ ” قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ حَتّٰی نُؤْتٰی مِثْلَ مَا اُوْتِیَ رُسُلُ اللہِ“ (سورتِ انعام ، رکوع ۱۵)
(یعنی مونږ پهٔ تا یقین نهٔ کوؤ تر دې چې پهٔ مونږ هم دغه شان وحی راشی لکه پهٔ رسولانو چې راځی) یا لکه پهٔ سورتِ اسراء کښې چې آیت دے۔ ”اَوْ تَأْتِیَ بَاللہِ وَالْمَلٰٓئِکَةِ قَبِیْلًا“ (یا تهٔ راولې الله اؤ فرښتې مونږ ته مخامخ)
ف۳۳: یعنی دوی پهٔ خپل زړهٔ کښې ځان ډېر لوئے ګڼی ځکه دَ وحې اؤ فرښتو دَ راتلو خواهش کوی اؤ دې سرکشیٔ ته خو ېٔ ګوریٔ چې دَ دې ناکاره عملونو سره پهٔ دې ګناهګارو سترګو دَ الله دَ لیدو مطالبه کوی ۔ ډېر بې ادبه اؤ ګستاخ دی ۔
یَوْمَ یَرَوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ لَا بُشْرٰی یَوْمَىِٕذٍ لِّلْمُجْرِمِیْنَ وَ یَقُوْلُوْنَ حِجْرًا مَّحْجُوْرًا۲۲
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې دوی ووینی فرښتې ، هېڅ خوشحالی به نهٔ وی پهٔ دغه ورځ ګناهګارو ته ۔ اؤ وائی به کهٔ وې چرته څهٔ پناه ۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی تلوار مهٔ کویٔ لږ صبر وکړیٔ داسې ورځ ژر راتلونکے ده چې فرښتې به پهٔ خپلو سترګو ووینیٔ ۔ لېکن داسې مجرمانو ته څهٔ دَ رحمت فرښتې نهٔ راځی چې تاسو به ېٔ پهٔ لیدو خوشحاله شیٔ ، هغه به سختې هیبتناکې دَ عذاب فرښتې وی ۔ نو دغه مطالبه کؤنکی به بیا چرته دَ پټېدو ارمان کوی اؤ پناه به غواړی ۔ لېکن دَ الله تعالیٰ فیصله نهٔ بدلیږی ۔ دوی به غواړی چې دَ دوی اؤ دَ فرښتو ترمینځه څهٔ پرده حائله شی ۔ هغوی به ورته ووائی چې نن ستاسو اؤ دَ خوشحالیٔ اؤ نعمتونو ترمینځه پرده حائله شوه ، همېشه دپاره درباندې خوشحالی بنده شوه ۔
تنبیه: ممکنہ دا چې دا خبرې دَ زنکدن دَ وخت وی لکه چې بل آیت دے ۔ ”وَ لَوْ تَرٰی اِذْ یَتَوَفَّی الَّذِیْنَ کَفَرُوا الْمَلٰٓئِکَۃُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْھَھُمْ وَ اَدْبَارَھُمْ“ (سورتِ انفال ، رکوع ۷) (اؤ کهٔ تهٔ ووینې کوم وخت چې دَ کافرانو نه روح ویستې شی چې فرښتې ېٔ وهی پهٔ مخونو اؤ شا ګانو) اؤ بل ځائې ارشاد دے ۔ ”وَ لَوْ تَرٰی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلٰٓئِکَةُ بَاسِطُوْا اَیْدِیْھِمْ اَخْرِجُوْۤا اَنْفُسَکُمُ الْیُوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْھُوْنِ“ (سورتِ انعام ، رکوع۱۱)
(اؤ کهٔ تا ولیدو کوم وخت چې کافران دَ مرګ پهٔ سختو کښې وی چې فرښتو ورته لاسونه خوارهٔ کړی وی چې را وباسیٔ خپل روحونه نن به بدله درکؤلے شی تاسو ته دَ ذلت عذاب) اؤ د هم ممکنه ده چې دا دَ قیامت دَ ورځې بیان دے۔
وَ قَدِمْنَاۤ اِلٰی مَا عَمِلُوْا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنٰهُ هَبَآءً مَّنْثُوْرًا۲۳
ترجمه: اؤ مونږ ورسیدو هغه کارونو ته چې دوی کړی ۔ نو کړل مو هغه کارونه پهٔ شان دَ الوتی ګرد ۔ ف۳۵
ف۳۵: چې دوی زهٔ بللم نو زهٔ هم ور ورسېدم خو دَ دوی دَ خیر دپاره نه بلکې دوی چې پهٔ خپل غلط خیال کوم نیک کارونه کړی وو اؤ پهٔ کوم چې ېٔ ډېر باور وهٔ دَ هغې دَ فنا کؤلو دپاره ۔ داسې مې ورته وران کړو لکه دَ خاورې ذرې چې پهٔ هوا کښې اخوا دیخوا الوزی ۔ ځکه چې دې کارونو کښې دَ ایمان اؤ اخلاص روح نهٔ وهٔ ۔ بلکې دَ حق طریقې نه بالکل خلاف وهٔ ۔ لکه بل ځائې چې ارشاد دے ۔ مَثَلُ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا بِرَبِّھِمْ اَعْمَالُھُمْ کَرَمَادَ ِۨ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّیْحُ فِی یَوْمٍ عَاصِفٍ (سورتِ ابراهیم، رکوع۳)
(څوک چې دَ خپل رب نه منکر وی دَ هغو دَ عملونو مثال داسې دے لکه پهٔ ایره چې تیزه هوا راشی دَ سیلۍ پهٔ ورځ) چې روغ ډېرې ټول والوزوی هېڅ پکښې پاتې نهٔ شی ۔ دغه شان کهٔ کافرو پهٔ خپل خیال څهٔ نیک کارونه کړی وی دا هم دَ قیامت پهٔ ورځ فائده نهٔ ورکوی ځکه چې دې کارونو کښې دَ ایمان روح نشته ۔ دا دَ الله دَ رضا دپاره شوی نهٔ دی نو الله ورباندې جزا ولې ورکوی۔
اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ یَوْمَىِٕذٍ خَیْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَّ اَحْسَنُ مَقِیْلًا۲۴
ترجمه: دَ جنت خلق به پهٔ دغه ورځ پهٔ بهتر ځائې کښې وی ۔ اؤ ښهٔ دَ غرمې دَ خوب ځائې کښې ۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی دا کافران خو به پهٔ دغه ورځ دغه شان پهٔ مصیبت کښې ګیر وی ۔ اؤ چا پورې چې دوی مسخرې کؤلے هغوی به پهٔ جنّت کښې خندا خوشحالی کوی ۔
وَ یَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَآءُ بِالْغَمَامِ وَ نُزِّلَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ تَنْزِیْلًا۲۵
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې ټوټې شی آسمان پهٔ وریځو ، اؤ راکوزې کړې شی فرښتې پرله پسې ۔ ف۳۷
ف۳۷: دَ قیامت په ورځ چې آسمان ټوټې ټوټې شی نو دَ پاسه نه به یو وریځ غوندې پهٔ راکوزېدو ښکاری چې پهٔ دې کښې به دَ حق تعالیٰ یوه خاصه تجلّی وی ۔ شاید چې دا هم هغه شے دے چې دَ ابو رزینؓ پهٔ حدیث کښې ترېنه پهٔ عَمَاء سره تعبیر شوے دے اؤ دَ معراج متعلق دَ نسائی شریف پهٔ یو روایت کښې ورته غَيَابَه وئیلې شوے دے ۔ والله اعلم۔
دَ دې سره به دَ بې شماره فرښتو یو هجوم وی ۔ پهٔ دې ورځ به دَ آسمان ټولې فرښتې دَ حشر میدان ته راکوزیږی ۔ پهٔ دریٔمه سپاره کښې هم یو دغه شان آیت تیر شوت دے دَ هغې فوائد وګوریٔ ۔
اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذِ اِ۟لْحَقُّ لِلرَّحْمٰنِ١ؕ وَ كَانَ یَوْمًا عَلَی الْكٰفِرِیْنَ عَسِیْرًا۲۶
ترجمه: بادشاهی پهٔ دغه ورځ رښتیا ده صالحه دَ رحمان ۔ اؤ ده دا ورځ پهٔ کافرانو ډېره سخته ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی څرګند اؤ پټ اؤ پهٔ ظاهری شکل اؤ حقیقت کښې پهٔ هر حیثیت به یواځې دَ رحمان بادشاهی وی اؤ یو دَ هغهٔ حکم به چلیږی ۔ لکه بل آیت دے ۔ لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَھَّارِ ۔ نو چې یواځې دَ رحمٰن حکومت دے نو چې څوک دَ رحمت حقدار وی هغو دپاره به دَ رحمت حهٔ کمې وی؟ بې حسابه رحمت به پرې وریږی اؤ بې اندازې نعمتونه به ورکؤلے شی ۔ لېکن څوک چې دَ خپلو نافرمانیو پهٔ سبب دَ رحمت نه لرې وتی وی دَ هغو دپاره به دا ورځ ډېره سخته وی ۔
وَ یَوْمَ یَعَضُّ الظَّالِمُ عَلٰی یَدَیْهِ یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِی اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُوْلِ سَبِیْلًا۲۷
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې چکونه به لګوی ظالمان پهٔ خپلو لاسونو ، وائی به هائے ارمان کهٔ مونږ نیولې وې دَ رسول سره لار، ف۳۹
ف۳۹: یعنی دَ ډېره غمه اؤ ډېره ارمانه به پهٔ خپلو لاسونو چکونه لګوی چې مونږ ولې پهٔ دنیا کښې دَ پېغمبر خبره نهٔ منله اؤ پهٔ شیطان پسې روان وو ۔
یٰوَیْلَتٰی لَیْتَنِیْ لَمْ اَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِیْلًا۲۸
ترجمه: هائے برباد شو ارمان دے کهٔ نهٔ مې وې جوړه کړے دَ فلانی سره دوستی، ف۴۰
ف۴۰: دَ چا پهٔ لمسه چې مونږ خطا شوی یو ارمان دے هډو پیژندګلو نهٔ وې شوے۔
تنبیه: عامو مفسرانو چې دلته دَ عقبه بن معیط اؤ ابی بن خلف کومه واقعه نقل کړے ده هېڅ ضرورت نشته چې مونږ دا آیت پهٔ هغې پورې خاص کړو ۔ مونږ چې ېٔ کوم مطلب بیان کړو دا واقعه هم پهٔ هغې کښې راځی ۔
لَقَدْ اَضَلَّنِیْ عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ اِذْ جَآءَنِیْ١ؕ وَ كَانَ الشَّیْطٰنُ لِلْاِنْسَانِ خَذُوْلًا۲۹
ترجمه: دهٔ خو زهٔ خطا کړم دَ نصیحت نه ما ته دَ را رسېدو نه پس ، اؤ دے شیطان بنیادم ته پهٔ موقع دوکه ورکؤنکے ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ پېغمبر نصیحت مې اورېدلے وهٔ دغه زما دَ هدایت دپاره کافی وهٔ خو ارمان دے چې دَ دې کمبخت دوستیٔ تباه کړم ۔ دغه نصیحت مې ونهٔ منلو ۔ بېشکه شیطان ډېر دهوکه مار دے بنده خطا کوی ۔
وَ قَالَ الرَّسُوْلُ یٰرَبِّ اِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوْا هٰذَا الْقُرْاٰنَ مَهْجُوْرًا۳۰
ترجمه: اؤ ووې رسول اے زما ربه! زما قوم خو وګڼلو دغه قرآن فضول خبرې ۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی ضدی دښمنانو چې پهٔ هېڅ شان دَ رسولﷺ نصیحت وانهٔ ورېدو نو پېغمبر خپل رب ته سوال وکړو ۔ چې اے الله زما قوم خو زما یوه خبره نهٔ اوری ۔ دَ قرآن غوندې عظیم کتاب ته بکواس اؤ فضول خبرې وائی ۔ چې قرآن ورته اورؤلے شی نو شور غوبل جوړ کړی چې څوک ېٔ وانهٔ وری اؤ غور پرې ونهٔ کړی ۔ دې ظالمانو دَ قرآن غوندې عظیم کتاب بالکل شا ته غورزؤلے دے ۔ هېڅ توجه ورته نهٔ کوی ۔
تنبیه: پهٔ آیت کښې خو بیان صرف دَ کافرانو دے چې دَ قرآن تصدیق نهٔ کوی اؤ دَ قرآن پهٔ معنٰی اؤ مطلب غور نهٔ کوی چې ځان پرې پوهه کړی ۔ لېکن یو مسلمان کهٔ دَ قرآن پهٔ تلاوت اؤ صحیح قرأت باندې لوستو اؤ دَ قرآن پهٔ معنٰی و مطلب پوهېدو کوشش نهٔ کوشش نهٔ کوی اؤ پهٔ نورو فضول کارونو خپل قیمتی وخت بربادوی نو دا ټولې خبرې درجه پهٔ درجه دَ دې آیت پهٔ ضمن کښې راځی ۔ الله تعالیٰ دې ترېنه مونږ ټول وساتی اؤ دَ الله دَ رضا توفیق دې پهٔ خپل فضل راکړی ۔
وَ كَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِیْنَ١ؕ وَ كَفٰی بِرَبِّكَ هَادِیًا وَّ نَصِیْرًا۳۱
ترجمه: اؤ هم دغه شان جوړ کړی مونږ دَ هر نبی دپاره دښمنان دَ ګناهګارو نه ۔ ف۴۳ اؤ کافی دے ستا رب لار ښوونکے اؤ مددګار ، ف۴۴
ف۴۳: دغه مجرمان دَ نبی پهٔ کار کښې خنډ اچوی اؤ خلق دَ اسلام قبلؤلو نه منع کوی ۔
ف۴۴: یعنی کافران دې خپل کوشش کوی خو الله پاک چې چا ته دَ هدایت توفیق ورکوی هغه به اسلام قبلوی دَ دوی پهٔ منع کؤلو به نهٔ منع کیږی اؤ دَ چا پهٔ قسمت کښې چې دا نعمت نشته دَ هغو پهٔ مقابله کښې به الله پاک دَ ستا امداد وکړی ۔ اؤ تا ته به غلبه درکړی ۔ اؤ تا به پهٔ خپل مقصد کښې کامیاب کړی ۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ لَا نُزِّلَ عَلَیْهِ الْقُرْاٰنُ جُمْلَةً وَّاحِدَةً١ۛۚ كَذٰلِكَ١ۛۚ لِنُثَبِّتَ بِهٖ فُؤَادَكَ وَ رَتَّلْنٰهُ تَرْتِیْلًا۳۲
ترجمه: اؤ وائی منکران ، ولې نهٔ نازلیږی پهٔ دهٔ باندې قرآن ټول پهٔ یو ځائې۔ ف۴۵ دغه شان چې مضبوط کړو ورباندې ستا زړهٔ اؤ واورؤلو مو پهٔ آرام لږ لږ ، ف۴۶
ف۴۵: یعنی دَ نبی کریمﷺ دښمنان دَ خلقو خطا کؤلو دپاره دا اعتراض کوی چې دا قرآن کهٔ پهٔ رښتیا دَ الله کتاب وی نو دَ نورو آسمانی کتابونو پهٔ شان دا قرآن شریف هم پهٔ یو ځائې ولې نازل نهٔ شو، چې ټوټه ټوټه نازلیږی ۔ آیا الله تعالیٰ ته هم (نغوذ بالله) دَ سوچ کؤلو ضرورت دے؟ دې نه دا معلومیږی چې دا دَ الله کلام نهٔ دے ۔ بلکې رسول اللهﷺ ېٔ خپله پهٔ سوچ سوچ دَ موقعې مناسب جوړوی ۔
ف۴۶: یعنی دا څهٔ ضروری ده چې دَ لږ لږ نازلؤلو دې هم دغه وجه وی کومه چې تاسو واییٔ ۔ دَ دې نورې هم ډېرې فائدې کېدے شی ۔ دَ دغه فائدو دپاره ېٔ الله تعالیٰ لږ لږ نازلوی ۔ مثلًا یوه غټه فائده خو ېٔ دا ده چې لږ لږ دَ یادؤلو دپاره آسان وی ۔ پوهېدو کښې ېٔ هم آسانی وی ، اؤ عمل پرې هم آسان وی ۔
کوم آیتونه چې نازل شی پهٔ هغې دَ سوچ کؤلو ، ځان پوهه کؤلو اؤ عمل کؤلو دپاره موقع حاصله شی اؤ بنده ورپسې نورو احکامو ته ځان تیار کړی ۔ بله فائده ېٔ دا ده چې دَ هر آیت جدا شانِ نزول دے دَ هغې موقعې دَ حالاتو اؤ تفصیلاتو پهٔ وجه دَ آیت پهٔ مطلب پوهېدل آسانیږی ۔ اؤ دَ هر ضرورت پهٔ وخت دَ هرې خبرې پهٔ موقع دَ صحیح ځواب رسېدو پهٔ وجه دَ پېغمبر اؤ مسلمانانو زړهٔ ته تسکین رسی اؤ دا یقین ېٔ مضبوطیږی چې الله زمونږ پهٔ هر حال خبر دے اؤ دَ هغهٔ امداد هر وخت راسره دے ۔
وَ لَا یَاْتُوْنَكَ بِمَثَلٍ اِلَّا جِئْنٰكَ بِالْحَقِّ وَ اَحْسَنَ تَفْسِیْرًاؕ۳۳
ترجمه: اؤ نهٔ پیش کوی دوی تا ته څهٔ مثال چې در ونهٔ رسوؤ تا ته حق اؤ دَ هغې نه بهتره صفا صفا ۔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی کافران چې پهٔ قرآن شریف څهٔ اعتراض کوی یا پهٔ تا پورې څهٔ مثال تړی ۔ قرآن دَ هغې پوره پوره ځواب ورکوی ۔ داسې صفا صفا چې هېڅ قسم شک شبهه پکښې پاتې نهٔ شی ۔ البته دَ چا چې دَ زړهٔ سترګې ړندې وی اؤ پهٔ عقل ېٔ پردې پرتې وی هغوی ته سمه صفا خبره هم کږه ښکاری ۔ دَ داسې کسانو انجام وروستو آیتونو کښې بیان شوے دے ۔
اَلَّذِیْنَ یُحْشَرُوْنَ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ اِلٰی جَهَنَّمَ١ۙ اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّ اَضَلُّ سَبِیْلًا۠۳۴
ترجمه: څوک چې راغونډولے به شی دوزخ ته پړ مخې ۔ هم دَ دغه خلقو ډېره ناکاره درجه ده اؤ ډېر خطا شوی دی دَ سمې لارې نه ، ف۴۸
ف۴۸: دا دَ هغه کسانو بیان دے دَ چا چې عقل فکر اپوټه چلیږی ، صفا خبره نهٔ اوری اؤ خپل نفسانی خواهشونو پسې ګرځی ۔ مخکښې دَ دې قسم یو څو قومونو انجام عبرت دپاره بیانیږی ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَ جَعَلْنَا مَعَهٗۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ وَزِیْرًاۚۖ۳۵
ترجمه: اؤ مونږ ورکړو موسٰی ته کتاب اؤ ومو کړو ورسره دَ هغهٔ ورور هارون مددګار۔
فَقُلْنَا اذْهَبَاۤ اِلَی الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا١ؕ فَدَمَّرْنٰهُمْ تَدْمِیْرًاؕ۳۶
ترجمه: بیا مو ورته ووې لاړ شیٔ هغه قوم ته چې دروغ وائی زمونږ آیتونو ته ، ف۴۹ بیا مو تباه کړل پهٔ سخته تباهیٔ ۔
ف۴۹: یعنی دَ الله دَ قدرت نښانې اؤ دَ نبیانو حقې خبرې ېٔ دروغ ګڼلې بلکې خپله ېٔ دَ خداییٔ دعویٰ کؤله ۔
وَ قَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَ جَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً١ؕ وَ اَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًاۚۖ۳۷
ترجمه: اؤ دَ نوح قوم کله چې دروغژن وګڼل دوی رسولان ، ف۵۰ عرق مو کړل اؤ کړل مو دَ خلقو دپاره یوه نښه ۔ اؤ تیار مو ساتلے دَ ظالمانو دپاره دردناک عذاب۔
ف۵۰: دَ یو پېغمبر تکذیب دَ ټولو پېغمبرانو تکذیب دے ۔ ځکه چې دَ دین بنیادی خبرې دَ ټولو یو دی ۔
وَّ عَادًا وَّ ثَمُوْدَاۡ وَ اَصْحٰبَ الرَّسِّ وَ قُرُوْنًۢا بَیْنَ ذٰلِكَ كَثِیْرًا۳۸
ترجمه: اؤ عادیان اؤ ثمودیان اؤ دَ کوهیانو خاوندان ف۵۱ اؤ دَ دوی ترمینځه ډېر قومونو ۔
ف۵۱: ”اصحاب الرس“ دَ کوهی خاوندان څوک وو؟ پهٔ دې کښې روح المعانی ګڼ قولونه نقل کړی دی ۔ اختلاف پکښې ډېر دے ۔ خو خلاصه ېٔ دا ده چې یو قوم وهٔ چې دَ خپل رسول دَ تکذیب پهٔ وجه تباه شوے دے ۔
حضرت شاه عبد القادر صاحب لیکلی دی یو قوم وهٔ چې خپل رسول ېٔ پهٔ کوهی کښې قید کړے وهٔ ۔ بیا هغوی پهٔ عذاب تباه شو اؤ رسول ېٔ دَ قید نه خلاص شو ۔
وَ كُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْاَمْثَالَ١٘ وَ كُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِیْرًا۳۹
ترجمه: اؤ ټولو ته مو ښهٔ واورؤل مثالونه اؤ ټول مو بالکل تباه کړل۔ ف۵۲
ف۵۲: یعنی اول ېٔ ټولو ته پهٔ ښهٔ شان نصیحت وکړو اؤ ډېر ېٔ پوهه کړل خو چې هغوی پهٔ هېڅ شان نصیحت ونهٔ منلو نو بیا ېٔ تباه کړل۔
وَ لَقَدْ اَتَوْا عَلَی الْقَرْیَةِ الَّتِیْۤ اُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ١ؕ اَفَلَمْ یَكُوْنُوْا یَرَوْنَهَا١ۚ بَلْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ نُشُوْرًا۴۰
ترجمه: اؤ دا خلق تېر شوی دی پهٔ هغه کلی چې مونږ پرې ورولے دے ناکاره باران ۔ ف۵۳ آیا دوی دا کلے نهٔ لیدو ۔ ف۵۴ داسې نهٔ ده خو دوی امید نهٔ کوی دَ بیا پورته کېدو ۔ ف۵۵
ف۵۳: یعنی دَ لوط علیه السّلام قوم دَ چا پهٔ کنډرو چې دوی دَ شام پهٔ سفر کښې تېرېدل ۔
ف۵۴: آیا دوی دې کنډرو ته دَ عبرت پهٔ نظر نهٔ ګوری ۔
ف۵۵: دَ عبرت پهٔ نظر به څنګه وګوری؟ چې دَ دوی دا یقین نشته چې مونږ به بیا ژوندی کیږو اؤ دَ خپل الله مخکښې به دَ حساب دپاره ودرېږو ۔ عبرت خو هغه څوک اخستے شی چې دَ خپل انجام څهٔ نه څهٔ فکر وی ، دَ آخرت نه بالکل بې پرواه نهٔ وی ۔
وَ اِذَا رَاَوْكَ اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا١ؕ اَهٰذَا الَّذِیْ بَعَثَ اللّٰهُ رَسُوْلًا۴۱
ترجمه: اؤ چرته چې دوی تا ووینی نو بل کار ېٔ نشته خؤ درپورې مسخرې کوی (وائی) آیا دا هغه دے چې راستؤلے دے الله استاذے ۔
اِنْ كَادَ لَیُضِلُّنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا لَوْ لَاۤ اَنْ صَبَرْنَا عَلَیْهَا١ؕ وَ سَوْفَ یَعْلَمُوْنَ حِیْنَ یَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ اَضَلُّ سَبِیْلًا۴۲
ترجمه: دهٔ خو مونږ اړؤلی وو دَ خپلو خدایانو نه ، کهٔ مونږ ورباندې مضبوط نهٔ وې ولاړ ۔ ف۵۶ اؤ مخکښې به پوهه شی کله چې ووینی عذاب چې څوک خطا شوی وو دَ لارې نه ۔ ف۵۷
ف۵۶: یعنی دَ عبرت اخستو پهٔ ځائې خو دَ دوی کار دا دے چې پهٔ رسولﷺ پورې مسخرې کوی اؤ کله چې رسولﷺ ووینی نو وائی دا هغه سړے دے چې ځان ته دَ الله استاذے وائی؟ دهٔ ته وګوریٔ اؤ دَ رسالت وچتې مرتبې ته وګوریٔ؟ آخر پهٔ ټولو قریشو کښې یواځې دې دَ دې لوئے مرتبې قابل وهٔ؟ البته دا خبره ده چې دَ دهٔ پهٔ خبرو کښې څهٔ دَ جادو اثر دے ۔ دَ خپل تقریر پهٔ زور ېٔ څهٔ داسې چل جوړ کړے دے چې ډېر خلق به ېٔ دَ خپلو معبودانو نه اړولی وو ۔ دا خو مونږ وو چې پهٔ خپله عقیده ډېر مضبوط وو نو دَ دهٔ خبرو راباندې اثر ونهٔ کړو ۔ ګنی خطا کړی ېٔ وو ۔
ف۵۷: یعنی چې دَ الله عذاب پهٔ خپلو سترګو ووینی نو بیا به ورته پته ولګی چې پهٔ حقیقت کښې څوک ګمراه وو؟
اَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ١ؕ اَفَاَنْتَ تَكُوْنُ عَلَیْهِ وَكِیْلًاۙ۴۳
ترجمه: تهٔ خو وګوره ، کوم سړے چې عبادت کوی دَ خپل خواهش ، آیا تهٔ اخستے شې دَ هغهٔ ذمه واری ۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی تهٔ به دَ داسې سړی دَ هدایت قبلؤلو څهٔ طمع وکړې دَ چا معبود چې دَ هغهٔ خپل خواهش وی ۔ حق اؤ باطل باندې غور نهٔ کوی چې کوم شے دَ هغهٔ دَ خواهش موافق وی هغه قبلوی اؤ چې کوم ېٔ دَ خواهش خلاف وی دَ هغې نه انکار کوی ۔ نن ورته یو کاڼې ښهٔ ښکاره شی دَ هغې عبادت شروع کړی ۔ صبا بل ښهٔ ومومی دا پرېږدی دَ هغې پهٔ عبادت لګیا شی ۔
اَمْ تَحْسَبُ اَنَّ اَكْثَرَهُمْ یَسْمَعُوْنَ اَوْ یَعْقِلُوْنَ١ؕ اِنْ هُمْ اِلَّا كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ سَبِیْلًا۠۴۴
ترجمه: یا تهٔ دا ګومان کوے چې پهٔ دوی کښې اکثر خلق اوری یا پوهیږی ۔ نور هېڅ نشته خو دا خلق دَ څاروو پهٔ شان دی بلکې دَ هغوی نه ډېر خطا دی دَ لارې نه ۔ ف۵۹
ف۵۹: یعنی تهٔ کهٔ ورته ډېر نصیحتونه وکړې خو دا څاروی دی بلکې دَ څاروؤ نه هم بدتر دی ۔ څاروې خو هم دَ خپل مالک سره مینه کوی اؤ څوک چې ورته ګیا اچوی دَ هغهٔ تابعدار وی ۔ دَ خپل مالک احسان منی ۔ خپل نفع نقصان پیژنی ، خپله دېره پیژنی ۔ چې څرېدو ته ېٔ پرېږدی نو خپله دَ خپلو اوبو څښلو تالاب یا چینې ته لاړ شی اؤ چې دَ ورځې ښهٔ څر وکړی نو نماښام خپلې دېرې ته خپله راځی (بلکې پهٔ خپل موږی ودرېږی) لېکن دا بدبخته خو خپل خالق اؤ مالک هم نهٔ پیژنی اؤ دَ خپل رازق احسان هم نهٔ منی ۔ کهٔ څوک ورته دَ فائدې خبره کوی هغه نهٔ اوری نو انکار ترې کوی ۔ کوم طاقتونه چې الله پاک دَ خیر دپاره ورکړی وو ، هغه ېٔ هسې برباد کړل هېڅ فائده ېٔ ترې وانهٔ خسته ۔ کهٔ لږ غوندې عقل هم پکښې وې نو دَ الله دَ قدرت څرګندو نخښو ته به ېٔ فکر کړے وهٔ ، کوم چې دَ الله پهٔ یو والی څرګند دلیلونه دی ۔ مخکښې آیت کښې دَ ځنو نښانو ذکر دے ۔
اَلَمْ تَرَ اِلٰی رَبِّكَ كَیْفَ مَدَّ الظِّلَّ١ۚ وَ لَوْ شَآءَ لَجَعَلَهٗ سَاكِنًا١ۚ ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَیْهِ دَلِیْلًاۙ۴۵
ترجمه: آیا تا نهٔ دی کتلی خپل رب ته چې څنګه ېٔ ووږد کړو سیورې ۔ اؤ کهٔ غوښتے ېٔ نو ولاړ به ېٔ ساتلی وهٔ ۔ بیا مقرر کړو مونږ نمر دَ دې (سیوری) لار ښودونکے ۔
ثُمَّ قَبَضْنٰهُ اِلَیْنَا قَبْضًا یَّسِیْرًا۴۶
ترجمه: بیا مونږ هغه ځان ته راښکلو پهٔ قلاره قلاره ۔ ف۶۰
ف۶۰: دَ نمر راختو نه مخکښې پهٔ ټول وطن تیارهٔ وی چې الله پاک پهٔ خپل قدرت نمر راپورته کړی نو رڼا خوره شی ۔ هر طرف ته غارمهٔ شی اؤ سیورې ورو ورو یو طرف ته پهٔ غونډېدو شی ۔ کهٔ غارمه نهٔ وې نو دَ سیوری خوند چا پېژندو ۔ هر شے پهٔ خپل مقابل پېژندے شی ۔ بل یو آیت دے :” قُلْ اَرَأَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللهُ عَلِیْکُمْ النَّھَارَ سَرْمَدًا اَلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللهِ یَاْتِیْکُمْ بِلَیْلٍ“ ۔ (سورتِ قصص ، رکوع ۷)
(ورته ووایه تاسو ما ته وښاییٔ کهٔ الله تعالیٰ پهٔ تاسو باندې شپه همېشه کړی دَ قیامت تر ورځې نو دَ الله نه غیر بل کوم معبود دے چې پهٔ تاسو به رڼا راولی؟) هېڅوک نشته ۔ حضرت شاه صاحب موضح القرآن کښې لیکلی دی چې اول دَ هر څیز سیورې وږد وی څومره چې نمر راپورته کیږی دَ څیز سیورې راکمیږی تر دې چې ویخ ته ېٔ ورسی ۔ دَ ځان ته راښکو مطلب دا دے چې خپل اصل ته ېٔ ورسی اؤ دَ ټولو اصل الله دے ۔ بیا دَ زوال نه پس غارمهٔ پهٔ غونډېدو شی اؤ دَ څیزونو سیوری بیا وږدهٔ شی تر دې چې غارمهٔ ختم شی اؤ پهٔ هر شی سیورې راخور شی ۔ دغه مثال دَ دنیا دَ ژوند هم دے ۔ اؤ دَ عدم تیارهٔ وه بیا دنیا دَ الله پهٔ نور روښانه شوه اؤ بیا به دَ عدم تیرو ته ځی ۔ دغه شان دې جسمانی تیرې اؤ رڼا باندې روحانی تیارهٔ اؤ رڼا قیاس کړیٔ ۔ چې دَ کفر اؤ ګناهونو پهٔ تیرو کښې دَ نبوت روښانه نمر راپورته شو اؤ پهٔ ټوله دنیا ېٔ دَ اسلام رڼا خوره کړه ۔ کهٔ الله تعالیٰ دَ نبوت نمر نهٔ وې راستؤلے نو تر قیامته به ټوله دنیا دَ جهالت پهٔ تیرو کښې پرته وه ۔ هېچا به لار نهٔ مونده۔
وَ هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِبَاسًا وَّ النَّوْمَ سُبَاتًا وَّ جَعَلَ النَّهَارَ نُشُوْرًا۴۷
ترجمه: اؤ هم هغه دے چا چې جوړه کړی ده ستاسو دپاره شپه یو پوشاک اؤ خوب آرام ، اؤ جوړه کړے ېٔ ده ورځ دَ ګرځېدو دپاره ۔ ف۶۱
ف۶۱: یعنی دَ شپې تیارهٔ دَ څادر پهٔ شان پهٔ هر څیز خوره شی ۔ خلق کاروبار پرېږدی اؤ آرام کوی ۔ بیا دَ ورځې پهٔ رڼا کښې دَ خوبه راپاڅی دوباره پهٔ خپلو کارونو لګیا شی دغه شان به دَ مرګ دَ خوب نه پس دَ قیامت سبا شی ۔ ټول جهان به دوباره راپورته شی ۔ دغه شان خلق دَ جهالت پهٔ خوب ودهٔ وی چې دَ رسالت رڼا خوره شی خلق دَ غفلت دَ خوبه راپاڅوی چې دَ خپل انجام دپاره څهٔ تیارې وکړی ۔
وَ هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ بُشْرًۢا بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ١ۚ وَ اَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً طَهُوْرًاۙ۴۸
ترجمه: اؤ هم هغه دے چې را وائې ستؤلې هواګانې زیرې راؤړونکے دَ هغهٔ دَ رحمت نه مخکښې ۔ اؤ مونږ راکوزې کړې دَ آسمان نه اوبهٔ پاکې پاکؤنکے ۔
لِّنُحْیَِۧ بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا وَّ نُسْقِیَهٗ مِمَّا خَلَقْنَاۤ اَنْعَامًا وَّ اَنَاسِیَّ كَثِیْرًا۴۹
ترجمه: چې ژوندې کړو پهٔ دې سره مړ وطن اؤ وېٔ څکوؤ پهٔ هغه څیزونو چې مونږ پیدا کړی دی څاروی اؤ بنیادم ډېر ۔ ف۶۲
ف۶۲: یعنی اول دَ پشکال یخه هوا دَ باران زېرې راوړی بیا دَ آسمان نه باران ووریږی چې ښې صفا پاکې اوبهٔ وی خپله هم پاکې وی اؤ بل شے هم پاکوی دَ باران ورېدو سره پهٔ مړه زمکه کښې ژوند راپیدا شی ۔ دَ خاورو اؤ دوړو پهٔ ځائې هر طرف ته شنکے زرغون شی ۔ څاروی اؤ بنیادم پهٔ اوبو ماړهٔ شی ۔ دغه شان به دَ قیامت پهٔ ورځ هم پهٔ یو غیبی باران ټول مړهٔ بدنونه ژوندی شی ۔ اؤ کوم چې دَ خاؤرو سره خاورې شوی وو بیا به دَ خاورو نه راپورته شی ۔ دغه شان پهٔ دنیا کښې هم کوم زړونه چې دَ جهالت اؤ ګناهونو پهٔ سوکړه وچ شوی ، مړهٔ شوی دی ۔ دَ وحې پهٔ بارانِ رحمت بیا لکه دَ شینکی تروتازه اؤ ژوندی شی اؤ کوم زړونه چې دَ ګناهونو پهٔ بوختو کښې نخښتی وو دَ وحې پهٔ روحانی بارانِ رحمت ووینځلې شی اؤ صفا ستره شی اؤ دَ الله دَ معرفت پهٔ یخو اوبو سیراب شی ۔
وَ لَقَدْ صَرَّفْنٰهُ بَیْنَهُمْ لِیَذَّكَّرُوْا١ۖ٘ فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا۵۰
ترجمه: اؤ پهٔ رنګ رنګ تقسیم کړے مونږ دا (اوبهٔ) پهٔ دوی کښې چې دوی فکر وکړی ۔ بیا هم ډېر خلق نهٔ پاتې کیږی بې دَ ناشکریٔ ۔ ف۶۳
ف۶۳: یعنی دَ باران اوبهٔ ټولې زمکې ته اؤ ټولو بنیادمو ته یو شان نهٔ رسی ، چرته کمې اؤ چرته زیاتې ۔ چرته وړاندې اؤ چرته وروستو څنګه چې ېٔ دَ الله تعالیٰ حکمت غواړی هغه شان ېٔ ور رسوی چې خلق ښهٔ پوهه شی چې دا تقسیم دَ یو قادر مختارِ مطلق اؤ حکیم و خبیر پهٔ لاس دے ۔ لېکن ډېر خلق بیا هم نهٔ پوهیږی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو شکریه نهٔ ادا کوی دَ هغهٔ احسان نهٔ منی بلکې کفر اؤ ناشکری کوی ۔ دغه حال دَ روحانی باران هم دے چې هر چا ته دَ خپل استعداد اؤ خپل لوښی پهٔ انداز رسی اؤ ډېر پکښې بالکل محروم پاتی شی ۔
وَ لَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ نَّذِیْرًا٘ۖ۵۱
ترجمه: اؤ کهٔ مونږ غوښتې نو راپورته کړے به مو وهٔ هر کلی کښې یو ویرؤنکے ۔
فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَ جَاهِدْهُمْ بِهٖ جِهَادًا كَبِیْرًا۵۲
ترجمه: نو تهٔ خبره مهٔ منه دَ کافرانو اؤ دَ دوی مقابله کوه ښهٔ پهٔ کوشش سره ۔ ف۶۴
ف۶۴: یعنی دَ نبی راتلل څهٔ ناشنا خبره نهٔ ده کهٔ الله وغواړی نو دومره ډېر نبیان به را واستوی چې پهٔ هر هر کلی کښې به یو نبی وی ۔ لېکن الله تعالیٰ ته اوس دا منظوره ده چې دَ ټولې دنیا دَ هدایت دپاره یو نبی حضرت محمّدﷺ را واستوی ۔ نو اے رسولﷺ نهٔ دَ دې کم عقلو پهٔ ګډو وډو زړهٔ مهٔ خفه کوه خپل دَ تبلیغ کار ښهٔ پهٔ جوش سره کوه اؤ پهٔ خپل پوره طاقت سره دَ کافرو مقابله کوه ۔ الله تعالیٰ به تا کامیاب کړی ۔
وَ هُوَ الَّذِیْ مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّ هٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ١ۚ وَ جَعَلَ بَیْنَهُمَا بَرْزَخًا وَّ حِجْرًا مَّحْجُوْرًا۵۳
ترجمه: اؤ هم هغه دے چا چې غبرغ روان کړی دوه دریابونه ۔ دا خوږ دے تنده ماتؤنکے اؤ دا مالګین دے تریو ۔ اؤ جوړه کړے ېٔ ده دَ دې دواړو ترمینځه پرده اؤ یو رکاوټ ۔ ف۶۵
ف۶۵: پهٔ بیان القرآن کښې دَ دوؤ غټو بنګالی عالمانو پهٔ شهادت لیکلی شوی دی چې دَ اراکان نه تر چاټګام پورې دریاب داسې دے چې دَ هغې دواړه غاړې بالکل جدا جدا دریابونه ښکاری دَ یو طرف اوبهٔ سپینې صفا دی اؤ دَ بل طرف تورې خټه ۔ پهٔ دغه حصه کښې لکه دَ سمندر چپې اؤ موجونه راځی اؤ سپینه حصه خاموشه غلې بهیږی ۔ کشتۍ پکښې چلیږی ۔ دَ دواړو حصو ترمینځه یوه لیکه ښکاری پهٔ هغې دواړه اوبهٔ یوځائې شوی دی۔ خؤ دَ یو بل سره ګډون نهٔ کوی ۔ جدا جدا بهیږی ۔ دَ سپینې حصې اوبهٔ صفا خوږې دی اؤ دَ تورې حصې اوبه تروې دی۔ (علامه عثمانی فرمائی) ما ته خپله دَ بنګال دَ ضلعې باریسال ځنو طالباتو وئیلی دی چې هلته دَ یو سیند نه دوه شاخونه جدا شوی دی ۔ دَ یو شاخ اوبهٔ صفا خوږې دی اؤ دَ بل شاخ نمکینې دی اؤ دَ ګجرات پهٔ علاقه ډابهیل ضلع سورت کښې چرته چې زهٔ نن سبا دېره یم ۔ دَ سمندر نه لس دولس میله لرې دَ خوږو اوبو ولې دی ۔ پهٔ مدوجزر کښې دَ سمندر اوبهٔ دې ځائې ته راخیژی ، پهٔ دې ندیو را اوړی ۔ دَ سمندر تروې اوبهٔ دَ دې خوږو اوبو دپاسه را واؤړی ۔ خو دواړه سره ګډیږی نه ۔ چې دَ سمندر اوبهٔ پهٔ جزر کښې کوزې شی نو دَ ندیٔ اوبهٔ پهٔ خپل حال هم هغه شان خوږې پاتی شی ، دَ مالګینو اوبو څهٔ اثر پکښې نهٔ وی ۔ دَ دې شهادتونو پهٔ موجودګیٔ کښې دَ آیت مطلب بالکل صفا دے ۔ چې دَ الله دې قدرت ته وګوریٔ چې تروې اؤ خوږې اوبهٔ سره یو ځائې بهیږی ، اؤ ترمینځه ېٔ داسې یو غیبی پرده ده چې دواړه ګډون ته نهٔ پرېږدی اؤ چا ېٔ دا مطلب بیان کړے دے چې الله تعالیٰ خواږهٔ اؤ مالګین دریابونه پهٔ خپل خپل ځائې جدا جدا روان کړی دی ۔ ترمینځه ېٔ خشکی رکاوټ (بندیز) دے ۔ دواړه راختو ته نهٔ پرېږدی چې یو ځائې شی اؤ ترمینځه مخلوق تباه کړی ۔ یا دا چې الله تعالیٰ دَ خوږو اوبو دریابونه بیل پیدا کړی دی اؤ دَ مالګینو اوبو بیل ۔ اؤ هر یو دَ خپل اثر اؤ خاصیت پهٔ لحاظ دَ بل نه جدا دے ، اؤ هر یو سره خپل اثر تړلے دے ۔ داسې نهٔ کیږی چې کله خوږ دریاب مالګین شی اؤ کله مالګین دریاب خوږ شی ۔ نه بلکې ټول همېشه دپاره پهٔ خپل خپل حال دی ، بدلون پکښې نهٔ راځی ۔ نور ېٔ هم ډېر مطلبونه بیان شوی دی ۔ خو وړومبے تفسیر ډېر صفا اؤ واضح دے۔ والله اعلم ۔
وَ هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ مِنَ الْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهٗ نَسَبًا وَّ صِهْرًا١ؕ وَ كَانَ رَبُّكَ قَدِیْرًا۵۴
ترجمه: اؤ هم هغه دے چا چې پیدا کړے دَ اوبو نه بنیادم بیا ېٔ جوړ کړے دَ هغهٔ دپاره نسب اؤ سخرانه ۔ اؤ ستا رب هر څهٔ کؤلے شی ۔
وَ یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُهُمْ وَ لَا یَضُرُّهُمْ١ؕ وَ كَانَ الْكَافِرُ عَلٰی رَبِّهٖ ظَهِیْرًا۵۵
ترجمه: اؤ دا خلق عبادت کوی دَ الله نه غیر دَ داسې څیز چې نهٔ دوی ته خیر رسؤلے شی نهٔ نقصان ورکؤلے شی ، اؤ دی کافران خپل رب ته شا کؤنکی ۔ ف۶۶
ف۶۶: وګوریٔ الله تعالیٰ څنګه پهٔ خپل قدرت دَ اوبو دَ یو څاڅکی نه یو کامل عاقل بنیادم جوړ کړو ، بیا ېٔ مخکښې دَ هغهٔ نه نسلونه روان کړل ۔ دَ نکاح پهٔ ذریعه ېٔ دَ سخرانې دَ خپلویٔ رشتې جوړې کړې ۔ اؤ دغه شان ېٔ دَ یو کس نه دَ لوئی نسب سلسله جاری کړه ۔ وګوریٔ دَ یو څاڅکی نه خبره کوم ځائې ته ورسېده ۔ لېکن بنیادم نه ډېر ژر خپل حقیقت هیر شی ۔ اؤ کوم پروردګار چې دهٔ ته دا طاقت ورکړے دے هغه پرېږدی اؤ ځان ته نور معبودان پیدا کړی ۔ دَ خپل خالق احسان خو څهٔ نهٔ منی چې دَ هغهٔ دَ دښمنانو پهٔ ټولګی کښې شریک شی ۔ خپله هم ګمراه شی اؤ شیطان پهٔ لمسه نور خلق هم ګمراه کوی ۔
وَ مَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّ نَذِیْرًا۵۶
ترجمه: اؤ تهٔ خو مونږ راستؤلے ئ دَ خوښیٔ اؤ ویرې خبر اورؤلو ته ۔
قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ اِلَّا مَنْ شَآءَ اَنْ یَّتَّخِذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا۵۷
ترجمه: نو تهٔ ورته ووایه زهٔ نهٔ غواړمه ستاسو نه پهٔ دې څهٔ مزدوری ، مګر دا چې څوک پهٔ خوښه ونیسی خپل رب طرف لار ۔ ف۶۷
ف۶۷: یعنی ستا کور خو دَ الله تعالیٰ فرمانبردارو ته خوشخبری ورکؤل اؤ نافرمان دَ آخرت دَ عذاب نه ویرؤل دی ۔ اوس څوک ېٔ منی اؤ کهٔ نهٔ منی تا ته ېٔ څهٔ نقصان نشته ۔ تهٔ څهٔ دَ دوی نه پهٔ دې نصیحت مزدوری خو نهٔ غواړې چې کهٔ دوی ونهٔ منی نو ستا پهٔ آمدن کښې به کمې راشی ۔ تهٔ خو دوی نه صرف دا غواړې چې پهٔ سمه لار روان شی ۔ خپل رب وپیژنی اؤ ځان دَ آخرت دَ عذاب نه بچ کړی نو کهٔ دوی ستا خبره نهٔ منی خپل نقصان ېٔ دے ، تا ته ېٔ څهٔ نقصان نشته ۔ تهٔ زړهٔ مهٔ خفه کوه ۔
وَ تَوَكَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِهٖ١ؕ وَ كَفٰی بِهٖ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرَا٤ۚۛۙ۵۸
ترجمه: اؤ اعتماد وکړه پهٔ هغه ژوندی چې هېچرې نهٔ مری ۔ ف۶۸ اؤ حمد و ثنا ووایه دَ هغهٔ اؤ کافی دے هغه دَ خپلو بندیانو پهٔ ګناهونو ښهٔ خبردار، ف۶۹
ف۶۸: تهٔ پهٔ تبلیغ کښې خپل پوره کوشش کوه ، اؤ پهٔ یو الله اعتماد کوه ۔ دَ چا دَ مخالفت یا موافقت هېڅ پرواه مهٔ کوه ۔ پهٔ فانی څیز به څهٔ اعتماد وشی ۔ اعتماد خو پهٔ هغه ذات پکار دے چې همېشه ژوندے دے ، فنا ورلره نشته ۔
ف۶۹: یعنی تهٔ صرف پهٔ الله اعتماد کوه ۔ دَ هغهٔ عبادت کوه ۔ دَ هغهٔ حمد و ثنا وایه ۔ مجرمانو سره به هغه پوهیږی ۔
اِ۟لَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ١ۛۚ اَلرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهٖ خَبِیْرًا۵۹
ترجمه: هغه چې جوړ کړی ېٔ دی آسمانونه اؤ زمکه ، اؤ څهٔ چې دَ دې دواړو ترمینځه دی پهٔ شپږو ورځو کښې ، بیا قائم شو پهٔ عرش ، ف۷۰ هغه ډېر دَ رحمت خاوند دے ۔ نو تهٔ تپوس وکړه دَ هغه چا نه چې پهٔ دې خبر دی۔ ف۷۱
ف۷۰: دَ ”اِسْتَوَا عَلَی الْعَرْشِ“ بیان پهٔ سورتِ اعراف اتمه پاره کښې تېر شوے دے هغه وګوریٔ ۔
ف۷۱: یعنی دَ الله دَ رحمت شان دَ چا پوهه وپوښته ۔ دا مشرکان جاهلان پهٔ دې څهٔ پوهیږی ، پهٔ خپل شان اؤ خپلو کمالاتو خپله الله تعالیٰ پوره پوره خبر دے، لېکن پهٔ بندګانو کښې پرې دَ ټولو نه زیات رسولِ خدا حضرت محمّد مصطفٰیﷺ پوهه دے چې الله پاک ورته دَ وړومبیو اؤ وروستیو ټول علوم ښیٔلی دی ۔ اے مخاطبه دَ الله دَ رحمت شان دَ رسول اللهﷺ نه وتپوسه ۔
وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ قَالُوْا وَ مَا الرَّحْمٰنُ١ۗ اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَ زَادَهُمْ نُفُوْرًا۠۩۶۰
ترجمه: اؤ کله چې دوی ته ووئیلی شی سجده وکړیٔ رحمان ته نو وائی رحمان څهٔ شے دے ۔ آیا مونږ سجده وکړو چا ته چې تهٔ وائې ۔ اؤ زیاته شی دَ دوی کرکه ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی دا جاهلان دَ رحمٰن دَ رحمت شان څهٔ پیژنی ، دَ دوی خو دَ رحمٰن دَ نوم سره بدی ده ۔ چې څوک ورته ووائی چې دې کاڼیو ته سجدې مهٔ لګویٔ ، رحمٰن ته سجده کویٔ نو دوی ځان ناجاڼه کړی ، وائی چې رحمٰن څوک دے چې مونږ ورته سجده وکړو؟ مونږ ېٔ پیژنو نه نو دَ ستا پهٔ تشه وېنا څنګه خپل زاړهٔ خدایان پرېږدو؟ اؤ رحمٰن ته سجده وکړو ۔ څومره چې ورته څوک نصیحت کوی دا جاهلان هغه هومره لرې لرې تښتی ۔
تَبٰرَكَ الَّذِیْ جَعَلَ فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّ جَعَلَ فِیْهَا سِرٰجًا وَّ قَمَرًا مُّنِیْرًا۶۱
ترجمه: لوئے برکت دے دَ هغه چا چې جوړ کړی پهٔ آسمان کښې برجونه ۔ ف۷۳ اؤ یٔښی ېٔ ده پهٔ دې کښې ډیوه ف۷۴ اؤ روښانه کؤنکی سپوږمۍ ۔
ف۷۳: یعنی غټ غټ ستوری یا آسمانی قلعه ګانې چې فرښتې پکښې پهٔ څوکۍ ولاړې وی اؤ ممکنه ده چې دَ نمر دَ رفتار دولس منزله ترې مراد دی کوم چې دَ هیئت عالمانو بیان کړی دی ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ دَ آسمان دولس حصې دی ، هرې یوې حصې ته برج وائی اؤ پهٔ هره حصه کښې مقرر ستوری دی ۔ دا دَ حساب دپاره علامې مقرر شوی دی ۔
ف۷۴: نمر کښې رڼا اؤ ګرمی دواړه جمع دی ځکه ورته ډیوه ووئیلے شوه ۔ سپوږمۍ کښې ګرمی نشته ، صرف رڼا ده نو هغې ته نور وئیلے شوے دے لکه بل آیت دے ۔ ”وَ جَعَلَ الْقَمَرَ فِیْھِنَّ نُوْرًا وَّ جَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا“ (سورتِ نوح ، رکوع۱)
وَ هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا۶۲
ترجمه: اؤ هم هغه دے چې جوړ کړی ېٔ ده شپه اؤ ورځ بدلیدونکی ، ف۷۵ دَ هغه چا دپاره چې سوچ کؤل غواړی یا شکر کؤل غواړی ۔ ف۷۶
ف۷۵: کمېدو زیاتېدو یا دَ تلو راتلو پهٔ وجه ورته ادل بدل ووئیلی شو ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې یو دَ بل بدل دے یعنی کهٔ یو کښې څهٔ کار نیمګړې پاتې شی نو پهٔ بل کښې پوره کړې شی ۔ مثلًا دَ ورځې څهٔ کار نیمګړې پاتې شو ۔ دَ شپې پهٔ څهٔ حصه کښې ېٔ هغه پوره کړو ۔ نو دا شپه دَ ورځې بدل شو یا لکه دَ چا نه دَ شپې وظیفه نیمګړې پاتې شوه دَ ورځې ېٔ پوره کړه نو دا ورځ دَ هغې شپې بدل شو ۔
ف۷۶: یعنی دا دَ نمر سپوږمۍ اؤ دَ شپې ورځې ادل بدل کېدل دَ دې دپاره دی چې خلق دَ الله تعالیٰ پهٔ قدرتونو کښې غور و فکر وکړی اؤ دَ خپل خالق اؤ مالک معرفت حاصل کړی اؤ دَ هغهٔ دې بې حسابه نعمتونو ته وګوری نو دَ هغهٔ شکریه ادا کړی اؤ احسان ومنی لکه دَ رحمٰن خاص بندیان دَ کومو اوصاف چې مخکښې بیانیږی هم دغه شان کوی ۔
وَ عِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِیْنَ یَمْشُوْنَ عَلَی الْاَرْضِ هَوْنًا وَّ اِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُوْنَ قَالُوْا سَلٰمًا۶۳
ترجمه: اؤ دَ رحمان بندیان هغه دی څوک چې ګرځی پهٔ زمکه پهٔ قلاره قلاره ۔ ف۷۷ اؤ کله چې ورته ناپوهه خلق خبرې کوی ۔ نو ورته وائی زما ورته سلام دے ۔ ف۷۸
ف۷۷: یعنی دَ مشرکانو پهٔ شان دَ رحمٰن پهٔ نوم تندې نهٔ تریویٔ بلکې دَ هر کار اؤ هرې خبرې نه ېٔ دَ تابعداریٔ اظهار کیږی ۔ ګرځېدل ېٔ هم پهٔ آرام ، تواضع اؤ عاجزیٔ وی دَ مشرکانو اؤ کبرژنو پهٔ شان ایغ نیغ نهٔ وی روان ۔ مطلب دا دے چې دَ تکبّر اؤ غرور پهٔ چال نهٔ ځی ، دا مطلب ېٔ نهٔ دے چې دَ ریا دپاره لکه دَ بیمار غلې غلې قدم ږدی ۔ ځکه چې احادیثو کښې چې دَ رسولِ خداﷺ کوم رفتار بیان شوے دے هغه دَ دې ملګرتیا نهٔ کوی ۔
ف۷۸: یعنی دَ جاهلانو اؤ بې ادبه کسانو دَ خبرو ځواب ډېر پهٔ نرمیٔ اؤ صبر سره کوی اؤ کله چې هغوی ورسره څهٔ فضول خبرې شروع کړی نو دې ترېنه پهٔ نرمیٔ ځان خلاص کړی ، هسې فضول بحث اؤ جګړې ورسره نهٔ کوی ۔
وَ الَّذِیْنَ یَبِیْتُوْنَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَّ قِیَامًا۶۴
ترجمه: اؤ هغه کسان چې شپه تیروی خپل رب ته پهٔ سجده کؤلو اؤ ودرېدلو ، ف۷۹
ف۷۹: یعنی دَ شپې چې غافل خلق بې غمه ودهٔ وی دَ الله بندیان دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې پهٔ عاجزیٔ ولاړ وی یا ورته پهٔ سجده پراتهٔ وی ۔ شپه دغه شان دَ الله پهٔ عبادت تېره کړی ۔ رکوع دَ قیام اؤ سجدې پهٔ مینځ کښې ده ۔ نو هغه ځان ته ذکر نهٔ شوه ، دَ دې دوؤ ترمینځه خپله راغله ۔
وَ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ١ۖۗ اِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًاۗۖ۶۵
ترجمه: اؤ هغه کسان چې وائی اے زمونږه ربه لرې کړې زمونږ نه دَ دوزخ عذاب ، بېشکه دَ دوزخ عذاک کلک نښتونکے دے ۔
اِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَّ مُقَامًا۶۶
ترجمه: بېشکه دا دوزخ ډېر خراب پړاؤ دے اؤ ډېر ناکاره دَ استوګې دپاره ۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی دَ دومره عبادت سره ېٔ بیا پهٔ زړهٔ کښې دَ الله ویره هم وی ۔ دا نه چې پهٔ خپل عبادت غاوره شی اؤ دَ الله دَ عذاب نه بې فکره شی ۔
وَ الَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَ لَمْ یَقْتُرُوْا وَ كَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا۶۷
ترجمه: اؤ هغه کسان چې کله خرچ کوی نو نهٔ ېٔ بې ځایه لګوی اؤ نهٔ ډېره تنګی کوی بلکې دَ دې ترمینځه پهٔ نېغه لار روان وی۔ ف۸۱
ف۸۱: یعنی بې ځایه خرڅ هم نهٔ کوی اؤ زیاته تنګی هم نهٔ کوی ، بلکې دَ موقعې مناسب میانه روی سره ګذاره کوی ۔ لکه بل آیت دے ۔ ”وَلَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْھَا کُلَّ الْبَسْطِ“ (سورتِ بنی اسرائیل ، رکوع۳)
(خپل لاس څټ پورې مهٔ تړه (چې بالکل خرڅ نهٔ کوے) اؤ مهٔ ېٔ ډېر زیات پرانځه)
یعنی کنجوسی هم ښهٔ نهٔ ده اؤ اسراف هم بد دے ۔ میانه روی پکار ده ۔ لکه حدیث دے : خَیْرُ الْاُمُوْرِ اَوْسَطُھَا ۔
وَ الَّذِیْنَ لَا یَدْعُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ وَ لَا یَقْتُلُوْنَ النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ وَ لَا یَزْنُوْنَ١ۚ وَ مَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ یَلْقَ اَثَامًاۙ۶۸
ترجمه: اؤ هغه کسان چې نهٔ بلی دَ الله سره بل معبود ۔ اؤ نهٔ قتلوی هغه نفس چې منع کړی دی الله ، مګر کوم ځائې چې ېٔ وژل پکار وی ف۸۲ اؤ نهٔ بدکاری کوی ، اؤ څوک چې داسې کارونه کوی هغه پرېوتو پهٔ ګناه کښې ف۸۳
ف۸۲: مثلًا دَ قتلِ عمد پهٔ قصاص کښې قتل کؤل ۔ یا دَ بدکاریٔ پهٔ سزا کښې پهٔ کاڼیو ویشتل یا دَ مرتد کېدو پهٔ سزا کښې وژل دا ټول پهٔ اِلَّا بِالْحَقِّ کښې راځی ۔ یعنی کوم ځائې چې ېٔ شریعت دَ قتل حکم ورکړے دے۔
ف۸۳: یعنی سخته ګناه ېٔ وکړه سزا به ېٔ ضرور ورکؤلے شی ۔ پهٔ ځنو حدیثونو کښې دی چې آثام دَ دوزخ پهٔ کندو کښې دَ یوې کندې نوم دے چې دَ هغې عذاب ډېر سخت دے۔
یُّضٰعَفْ لَهُ الْعَذَابُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَ یَخْلُدْ فِیْهٖ مُهَانًاۗۖ۶۹
ترجمه: دوچند به وی پهٔ هغهٔ عذاب دَ قیامت پهٔ ورځ ۔ اؤ پروت به وی پهٔ عذاب کښې خوار اؤ ذلیل ، ف۸۴
ف۸۴: یعنی دَ بې ګانه قتل اؤ زنا ګانه پهٔ ټولو ګناهونو کښې غټه ګناه ده نو عذاب به ېٔ هم سخت وی اؤ ساعت پهٔ ساعت به زیاتیږی ۔
اِلَّا مَنْ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یُبَدِّلُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِهِمْ حَسَنٰتٍ١ؕ وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۷۰
ترجمه: بې دَ هغه چا چې توبه ېٔ وویسته اؤ ایمان ېٔ راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل ، نو دغه کسان بدلې به کړی الله دَ دوی بدیٔ پهٔ نیکیو ، اؤ دے الله ، بخښونکے مهربانه ۔ ف۸۵
ف۸۵: یعنی دَ ګناهونو پهٔ ځائې به ورته دَ نیکیو توفیق ورکړی اؤ دَ کفر دَ ورځو ګناهونه به ورته معاف کړی یا دا چې دَ اسلام پهٔ برکت به ورته دَ هغه ګناهونو پهٔ اندازه پهٔ عملنامه کښې نیکیٔ ولیکلے شی لکه ځنې حدیثونو کښې راغلی دی ۔
وَ مَنْ تَابَ وَ عَمِلَ صَالِحًا فَاِنَّهٗ یَتُوْبُ اِلَی اللّٰهِ مَتَابًا۷۱
ترجمه: اؤ چا چې توبه وویسته اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل نو هغه به راګرځی الله طرف ته پهٔ ښهٔ راګرځېدو ۔ ف۸۶
ف۸۶: وړومبے دَ کافر دَ ګناهونو ذکر وهٔ چې بیا ېٔ توبه وویسته اؤ مسلمان شو اؤ دا اوس بیان دے پهٔ اسلام کښې دَ ګناه کؤلو ۔ نو مسلمان چې هر کله دَ ګناه نه توبه وباسی اؤ الله ته رجوع وکړی الله پاک دَ هغهٔ توبه قبلوی اؤ ځان سره ځائې ورکوی ۔ دې آیت نه معلومه شوه چې پهٔ سورة نسآء رکوع ۱۳ کښې چې کوم آیت دے ۔ وَ مَنْ یَّقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءُهٗ جَھَنَّمُ خَالِدًا فِیْھَا وَغَضِبَ اللهُ عَلَیْهِ وَ لَعْنَهٗ وَ اَعَدَّ لَهٗ عَذَابًا عَظِیْمًا
دا حکم دَ هغه چا دے چې توبه ېٔ نهٔ وی ویستې ۔ والله اعلم۔
وَ الَّذِیْنَ لَا یَشْهَدُوْنَ الزُّوْرَ١ۙ وَ اِذَا مَرُّوْا بِاللَّغْوِ مَرُّوْا كِرَامًا۷۲
ترجمه: اؤ هغه کسان چې نهٔ شریکیږی دَ دروغو پهٔ کار کښې ف۸۷ اؤ کله چې تیریږی پهٔ فضول کارونو تېر شی پهٔ درناوی ۔ ف۸۸
ف۸۷: یعنی نهٔ دروغ وائی نهٔ دَ دروغو ګواهی کوی اؤ نهٔ دَ ګناه پهٔ کارونو کښې شرکت کوی ۔
ف۸۸: یعنی دَ ګناه پهٔ کارونو کښې نهٔ شریکیږی اؤ فضول خبرو ته خیال نهٔ کوی اؤ کهٔ بل څوک پهٔ داسې کار وینی نو غلې ترېنه پهٔ درناوی تېر شی فضول بحث هم نهٔ کوی ۔
وَ الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ یَخِرُّوْا عَلَیْهَا صُمًّا وَّ عُمْیَانًا۷۳
ترجمه: اؤ هغه کسان کله چې ورته نصیحت کؤلے شی دَ خپل رب پهٔ آیتونو ، نهٔ ورپرېوځی پرې کاڼهٔ اؤ ړاندهٔ ف۸۹
ف۸۹: ځان ړوند کوڼ کوی نه بلکې ډېر پهٔ غور سره ېٔ واؤری اؤ عمل پرې وکړی ۔ دَ مشرکانو پهٔ شان دَ ځان نه کاڼی نهٔ جوړوی۔
وَ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَ ذُرِّیّٰتِنَا قُرَّةَ اَعْیُنٍ وَّ اجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِیْنَ اِمَامًا۷۴
ترجمه: اؤ هغه کسان چې وائی اے زمونږه ربه راکړې مونږ ته دَ خپلو ښځو دَ طرف نه اؤ دَ خپل اولاد دَ طرف نه دَ سترګو یخوالې ۔ ف۹۰ اؤ کړې مونږ دَ پرهېزګارو مشران ۔ ف۹۱
ف۹۰: یعنی داسې ښځه اؤ داسې اولاد راکړه چې پهٔ لیدو ېٔ سترګې یخیږی اؤ زړهٔ پرې خوشحالیږی اؤ ظاهره ده چې دَ مسلمان زړهٔ هله خوشحالیږی چې خپل اولاد دَ نیکیٔ پهٔ لار روان اؤ دَ الله پهٔ اطاعت کښې مشغول ووینی ، دَ دنیا نعمتونه اؤ راحت وروستے شے دے ۔ دین اول دے ۔
ف۹۱: یعنی دومره توفیق راکړې چې خپله هم نیکان شو اؤ نورو خلقو ته هم دَ نیکیٔ لار وښیو ۔ مونږ دَ نیکیٔ اؤ پرهېزګاریٔ پهٔ کارونو کښې مخکښې یو اؤ ټول خاندان اؤ نور خلق راپسې را روان وی ۔
اُولٰٓىِٕكَ یُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوْا وَ یُلَقَّوْنَ فِیْهَا تَحِیَّةً وَّ سَلٰمًاۙ۷۵
ترجمه: هم دغه کسان دی چې بدله به ورکؤلے شی وچته ماڼۍ ځکه چې صبر ېٔ کړے وهٔ ، اؤ استقبال به ېٔ کوی پهٔ دې کښې پهٔ دعا اؤ سلام ف۹۲
ف۹۲: یعنی پهٔ جنّت کښې به وچتې ماڼۍ ورکړې شی اؤ فرښتې به ېٔ پهٔ دعا و سلام استقبال کوی خپلو کښې به هم دَ ملاقات پهٔ وخت پهٔ یو بل سلام اچوی اؤ یو بل ته به دَ عزت زیاتېدو دعا کوی ۔
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَّ مُقَامًا۷۶
ترجمه: همېشه به وسی پهٔ دې کښې ، بهترین پړاؤ دے اؤ ډېر ښهٔ د وسېدو ځائې دے۔ ف۹۳
ف۹۳: یعنی داسې ښهٔ ځائې کښې کهٔ چا ته دَ لږې دمې موقع هم پهٔ لاس ورشی هم غنیمت دے اؤ دَ هغوی خو به هغه دَ مستقل استوګې ځائې وی ۔
قُلْ مَا یَعْبَؤُا بِكُمْ رَبِّیْ لَوْ لَا دُعَآؤُكُمْ١ۚ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ یَكُوْنُ لِزَامًا۠۷۷
ترجمه: ورته ووایه زما رب څهٔ پرواه نهٔ لری ستاسو کهٔ تاسو ېٔ ونهٔ بلیٔ ، ف۹۴ تاسو خو ورته دروغ ووې ، اوس مخکښې راتلونکے ده مقابله ۔ ف۹۵
ف۹۴: یعنی تاسو ته دَ ستاسو دَ فائدې خبرې وښیٔلې شوې ، کهٔ منیٔ ېٔ دَ ستاسو فائده ده پکښې ، کهٔ نهٔ ېٔ منیٔ نو دَ الله پرې څهٔ پرواه نشته ۔ البته څوک چې دَ الله ته دَ رحم درخواست کوی نو الله پهٔ خپلو بندیانو مهربانه دے اؤ چې څوک ځان لوئے ګڼی دَ الله نه دَ رحم خواست نهٔ کوی نو مقابلې ته دې تیار شی کومه چې ډېر ژر کېدونکے ده ۔
ف۹۵: یعنی کافرانو چې دَ حق تکذیب وکړو اؤ دَ نصیحت منلو نه ېٔ انکار وکړو نو اوس دې دَ دې سزا ته ځان تیار کړی خلاصې ېٔ نشته ۔ دَ آخرت ابدی سزا خو چې څهٔ ده هغه ده خو پهٔ دنیا کښې هم ډېر ژر دَ یو مقابلې وخت راتلونکے دے یعنی مسلمانانو ته دَ جهاد اجازت ډېر ژر ورکؤلے شی لکه چې دَ بدر پهٔ غزا کښې مشرکانو دَ دغې مقابلې تماشه ولیده اؤ پهٔ دنیا کښې ېٔ دَ خپل عمل سزا بیا مونده ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الشُعْرَآءِ مَکِّیَّۃٌ وَّ ھِیَ مِائَتَانِ سَبْعٌ وَّ عِشْرُوْنَ اٰیَۃً وَاَحَدَ عَشَرَ رَکُوْعًا
ترجمه: سورتِ شعراء ، مکه کښې نازل شوے دے ، دې کښې دوه سوه وویشت آیتونه اؤ یولس رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔
طٰسٓمّٓ۱
ترجمه: طا ۔ سین ۔ میم ۔
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ۲
ترجمه: دا آیتونه دی دَ واضح کتاب۔ ف۱
ف۱: یعنی دَ دې کتاب اعجاز څرګند ، حکمونه ېٔ واضح اؤ دَ حق اؤ باطل ترمینځه جدائی راوستونکی دی ۔
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ۳
ترجمه: شاید چې تهٔ ساه خفه کړې دَ ځان ، پهٔ دې خبره چې دوی یقین نهٔ کوی۔ ف۲
ف۲: یعنی دَ دې بدبختو پهٔ ایمان نهٔ راؤړو ځان ډېر مهٔ خفه کوه چې دَ غمه ځان هلاکوے ۔ دَ رحم اؤ شفقت هم یوه اندازه وی ۔
اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ۴
ترجمه: کهٔ مونږ وغواړو نو راکوزه به کړو پهٔ دوی دَ آسمان نه یوه نښه ۔ بیا به پاتې شی دَ دوی څټونه دَ هغې پهٔ وړاندې ټیټ ۔ ف۳
ف۳: یعنی دا دنیا دَ ازمیښت ځائې دے دلته دَ بندګانو دَ تابعداریٔ اؤ نافرمانئ امتحان اخستے شی ځکه حکمتِ الٰهی دا نهٔ غواړی چې اختیار ترېنه بالکل واخلی اؤ پهٔ زور ېٔ ایمان راؤړو ته مجبور کړی ۔ کهٔ الله تعالیٰ دا غوښتے چې ټول دې ایمان راؤړی نو دَ آسمان نه به ېٔ څهٔ داسې علامه څرګنده کړے وه چې مشرکان به ټول پرې ایمان راؤړو مجبوره شوی وو ، اؤ دَ دهېچا به دَ انکار کؤلو قدرت نهٔ وهٔ پاتې شوے ۔ الله تعالیٰ داسې خو کؤل نهٔ غوښتل ۔ البته داسې نښانې ېٔ راستؤلے دی چې بنده ورباندې غور اؤ فکر وکړی نو حق ورته څرګند شی اؤ پهٔ خپله رضا ایمان راوړی ۔
وَ مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ۵
ترجمه: اؤ نهٔ را رسی دوی ته هېڅ نوے نصیحت دَ رحمان له طرفه مګر دوی دَ هغې نه مخ ګرځوی ۔ ف۴
ف۴: یعنی تا سره چې دَ چا دَ ایمان راؤړو فکر دے ، دَ هغو حالت خو دا دے چې الله تعالیٰ چې دَ دوی دَ فائدې دپاره څهٔ نصیحت را استوی نو دوی ورته هډو توجه نهٔ کوی اؤ داسې ترې مخ واړوی لکه چې څهٔ ډېر دَ کرکې شے وی ۔
فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۶
ترجمه: نو دوی خو ورته دروغ ووې ، اوس به دوی ته معلوم شی حقیقت دَ هغه څهٔ چې دوی ورپورې ټوقې کؤلے ۔ ف۵
ف۵: یعنی هسې ترې مخ نهٔ اړوی بلکې دروغ ېٔ ګڼی اؤ خندا ورپورې کوی۔ خو ډېر ژر به پهٔ دنیا کښې هم اؤ پهٔ آخرت کښې هم دَ خپل عمل سزا بیا مومی اؤ حقیقت به ورته معلوم شی ۔
اَوَ لَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ۷
ترجمه: آیا دوی نهٔ ګوری زمکې ته چې څومره راټوکولی دی مونږ پهٔ دې کښې دَ هر قسمه ډېر څیزونه ۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۸
ترجمه: بېشکه پهٔ دې کښې نښانې دی ، خو پهٔ دوی کښې اکثر خلق منونکی نهٔ دی ۔ ف۶
ف۶: یعنی دا مشرکان کهٔ یواځې دَ ښپو لاندې زمکې ته وګوری هم دَ مبداء اؤ معاد دَ معرفت دپاره کافی دے ۔ آیا دوی دومره خیال نهٔ کوی؟ چې دَ خاورې غوندې بې کاره څیز نه الله پاک څنګه عجیبه عجیبه څیزونه پیدا کوی ۔ قسم قسم ګلونه ، رنګ رنګ مېوې اؤ غلې ترېنه دَ یو خاص نظام دَ لاندې دَ بنیادمو دَ فائدې دپاره را پیدا کوی ۔ آیا دا دَ دې دپاره مضبوط دلیل نهٔ دے چې دَ دې دنیا دَ پیدا کؤلو اؤ ښائسته کؤلو واګې دَ یو کامل علم ، بې اندازه حکمت اؤ لامحدود طاقت مالک الله پهٔ اختیار کښې دی ۔ هغه چې کله وغواړی دا آباده دنیا ورانؤلے شی اؤ څنګه چې ېٔ اوس آباده کړے ده دغه شان ېٔ بیا هم آبادؤلے شی ۔ دَ دې تکوینی نښانو نه پس دَ تنزیلی نښانو پهٔ پوهېدو کښې څهٔ اشکال دے ۔ البته کهٔ یو سړے پوهېدل نهٔ غواړی (نو دَ دې څهٔ علاج نشته)۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۹
ترجمه: اؤ بېشکه هم ستا رب دے زبردست رحم واله ۔ ف۷
ف۷: یعنی داسې زبردست اؤ دَ طاقت مالک دے کهٔ وغواړی نو منکران سمدستی تباه کؤلے شی خو رحم ېٔ هم ډېر زیات دے نو دَ توبې دپاره مهلت ورکوی چې غور و فکر وکړی اؤ خپل عمل سم کړی ۔
وړاندې بیا دَ منکرانو دَ عبرت دپاره یو څو واقعې بیانیږی چې دغه قومونو ته الله پاک ډېر مهلت ورکړو خو چې سم نهٔ شو نو بیا ېٔ داسې تباه کړل چې تش نوم ېٔ پهٔ قصو کښې پاتې شو نور ېٔ هر څهٔ ختم شو ۔ وړومبیٔ واقعه دَ فرعون اؤ دَ هغهٔ دَ قوم قبطیانو ده چې مخکښې پهٔ سورتِ اعرؔاف اؤ طٰؔهٰ کښې پهٔ تفصیل سره راغلے ده ، هلته ېٔ فوائد وګوریٔ ۔
وَ اِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَۙ۱۰
ترجمه: اؤ کله چې آواز وکړو ستا رب موسٰی ته چې ورشه ګناهګار قوم ته ۔
قَوْمَ فِرْعَوْنَ١ؕ اَلَا یَتَّقُوْنَ۱۱
ترجمه: دَ فرعون قوم ته ۔ آیا دوی نهٔ ویریږی؟ ف۸
ف۸: یعنی فرعون اؤ دَ هغهٔ قوم دَ الله دَ عذاب نه وویروی (چې زور ظلم اؤ دَ خدایئ دعوې پرېږدی اؤ دَ الله تابعدار شی)۔
قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِؕ۱۲
ترجمه: هغهٔ ووې اے ربه زهٔ ویرېږم چې هغوی به ما دروغژن وګڼی ۔
وَ یَضِیْقُ صَدْرِیْ وَ لَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ۱۳
ترجمه: اؤ تنګیږی زما سینه ۔ اؤ نهٔ چلیږی زما ژبه نو تهٔ پیغام ورکړه هارون ته ۔ ف۹
ف۹: یعنی هغوی به زما پوره خبرې ته غوږ ونهٔ نیسی ، دَ واره به مې تکذیب وکړی ، اؤ پهٔ خبرو کښې زما ژبه نښلی کېدے شی چې دَ هیبت اؤ خفګان نه نوره هم بنده شی اؤ صفا صفا خبرې ونهٔ کړې شم نو زما دَ امداد دپاره هارونؑ زما سره ملګرے کړه دَ هغهٔ تقریر صفا دے ممکنه ده چې پهٔ مخالفینو ښهٔ اثر واچؤلے شی اؤ کار پهٔ آسانه وشی ۔
وَ لَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِۚ۱۴
ترجمه: اؤ دَ هغوی پهٔ ما دعویٰ ده ف۱۰ نو زهٔ ویرېږم چې ما به قتل کړی ۔ ف۱۱
ف۱۰: یعنی پهٔ ما دَ یو قبطی دَ قتل دعویٰ ده ۔ دَ دې تفصیل پهٔ سورة قصص پاره ۲۰ کښې راځی ۔
ف۱۱: یعنی زما سره خطره ده چې دَ قتل دَ دعوې پهٔ بدل کښې دَ تبلیغ دَ کار تر سره کؤلو نه مخکښې ما قتل نهٔ کړی ۔ خبرې ته به مې هم پرې نهٔ ږدی ۔ وائی به چې دا خو هم هغه سړے دے چې فلانې قبطی ېٔ وژلے وهٔ ۔ نو پهٔ داسې حال کښې به زهٔ هغو ته تبلیغ څنګه وکړې شم؟
قَالَ كَلَّا١ۚ فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ۱۵
ترجمه: الله ووې ، هرګز نه ، دواړه لاړ شیٔ زمونږ دَ نښانو سره ، مونږ درسره یو اورو ف۱۲
ف۱۲: یعنی دَ هغوی هېڅ مجال نشته چې پهٔ تا لاس وچت کړی ، بې غمه ورځه اؤ هارون هم درسره کړه ۔ زهٔ درته څهٔ معجزې اؤ دَ صداقت دپاره نښانې درکؤم ۔ دَ دې نه علاوه زهٔ خپله هم پهٔ هره موقع دَ تاسو سره موجود یم دَ مخالفینو خبرې اورم (پهٔ هره موقع به دَ ستاسو امداد کؤم)
فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۱۶
ترجمه: نو ورشیٔ فرعون ته اؤ ورته ووایئ ، مونږ دَ رب العالمین پیغام راؤړے دے ۔
اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَؕ۱۷
ترجمه: دا چې واستوه مونږ سره بنی اسرائیل ۔ ف۱۳
ف۱۳: بنی اسرائیل دَ ابراهیمؑ دَ زمانې راسې پهٔ شام کښې وسېدل ، دَ حضرت یوسفؑ پهٔ برکت مصر ته راغلل اؤ ډېره موده بیا دلته وو اوس بیا الله تعالیٰ هغوی خپل وطن شام ته استؤل خو فرعون نه پرېښؤل ځکه چې هغهٔ اؤ دَ هغهٔ قوم قبطیانو به پهٔ بنی اسرائیلو دَ غلامانو پهٔ شان بیګار کؤلو ۔ موسٰیؑ دَ فرعون نه دَ هغو دَ ازادؤلو اؤ شام ته دَ بوتلو مطالبه وکړه ۔
قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّ لَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَۙ۱۸
ترجمه: فرعون ووې آیا مونږ تهٔ نهٔ ئ لوئے کړے دلته وړوکے غوندې ۔ ف۱۴ اؤ وسېدلے ئ تهٔ دلته دَ خپل عمر ډېر کالونه ۔ ف۱۵
ف۱۴: یعنی تهٔ هم هغه نهٔ ئ چې زما پهٔ کور کښې پهٔ قدر عزت ما لوئے کړے وې ۔ اوس تهٔ دومره لوئے سړے شوې چې زما نه دَ بنی اسرائیلو دَ آزادیٔ مطالبې کوے؟
ف۱۵: دومره کاله دلته وسېدې نو هېڅ دعویٰ دې نهٔ وه خو چې څو کاله دې بهر تېر کړل نو اوس دَ رسالت دعویٰ کوے؟
وَ فَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَ اَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ۱۹
ترجمه: اؤ کړے دے تا هغه کار کوم چې دې کړے دے ف۱۶ اؤ تهٔ ئ ناشکره ۔ ف۱۷
ف۱۶: یعنی تا چې څهٔ عمل کړے وهٔ ، بیا تښتېدلے وې (یعنی دَ یو قبطی قتل) هغه کار زمونږ نه هېر نهٔ دے ۔
ف۱۷: یعنی ناشکره زما هغه احسانونه دې هېر کړل ، اوس زما مقابلې ته ودرېدے؟ پهٔ هغه وخت خو تهٔ هم دَ دې قوم یو فرد وې چې اوس ورته کافر اؤ دوزخیان وایٔی ۔
قَالَ فَعَلْتُهَاۤ اِذًا وَّ اَنَا مِنَ الضَّآلِّیْنَؕ۲۰
ترجمه: موسٰی ووې کړے وهٔ ما هغه کار پهٔ دغه وخت زهٔ خطا شوے وم ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی قبطی ما پهٔ قصد نهٔ دے وژلے پهٔ خطا مړ دے ۔ زهٔ څهٔ خبر ووم چې دَ دهٔ به ساه داسې پهٔ پوزه کښې وی چې پهٔ یو سوک به مری ۔
فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِیْ رَبِّیْ حُكْمًا وَّ جَعَلَنِیْ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ۲۱
ترجمه: بیا وتښتېدم ستاسو نه کله چې وویرېدم ، بیا وبخښلو ما ته خپل رب حکم ، اؤ کړم ېٔ زهٔ دَ رسولانو نه ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی بېشکه پهٔ هغه وخت ما دَ ویرې دا ملک پریٔښې وهٔ لېکن الله تعالیٰ ته دا منظوره وه چې ما ته پهٔ خپل فضل دومره لوئے نعمت راکړی ۔ اوس زهٔ الله تعالیٰ تا ته دَ تبلیغ دپاره راستؤلے یم ۔ دا واقعه خپله زما دَ صداقت دلیل دے ، چې پهٔ هغه وخت مې دَ ویرې وطن پریٔښې وهٔ ۔ اؤ اوس بې خطره ستا پهٔ مخکښې ولاړ یم ۔ (پهٔ دې پوهه شه چې اوس راسره دَ بل چا طاقت دے)
وَ تِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَیَّ اَنْ عَبَّدْتَّ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَؕ۲۲
ترجمه: اؤ دا هغه احسان دے چې تهٔ ېٔ پهٔ ما زبادوې چې غلامان دې جوړ کړل دَ بنی اسرائیلو نه ۔ ف۲۰
ف۲۰: یعنی پهٔ ما باندې زما دَ پرورش احسان مهٔ زبادوه ۔ دَ یو کس تربیت کؤل څهٔ دومره غټه خبره نهٔ ده چې دَ هغې پهٔ بدل کښې دې تهٔ ټول قوم غلام کړې ۔ اؤ دغه زما تربیت هم ستا دَ خپل ظلم نتیجه ده ۔ کهٔ تا دَ بنی اسرائیلو بچی نهٔ وژلے نو زهٔ به مور ولې پهٔ تابوت کښې پهٔ دریاب لاهو کؤلم چې دَ ستا محل ته به درتلم ۔ تا ته خو پهٔ دې خبرو شرم پکار دے ۔ اؤ سمه خبره خو دا ده چې کوم الله دَ ستا غوندې غټ دشمن پهٔ کور کښې زما تربیت کړے دے هم هغې الله نن زهٔ تا ته تبلیغ دپاره راستؤلے یم ۔
قَالَ فِرْعَوْنُ وَ مَا رَبُّ الْعٰلَمِیْنَؕ۲۳
ترجمه: فرعون ووې دَ رب العالمین څهٔ مطلب دے۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی موسٰیؑ پهٔ خپل قول ”اِنَّا رَسُوْلَا رَبِّ الْعٰلَمِیْن“ کښې ځان ته دَ رب العالمین رسول ووې نو دَ دې پهٔ ځواب کښې ورته فرعون ووې ، رب العالمین څوک دے زهٔ خو ېٔ نهٔ پیژنم چې تهٔ ېٔ راستؤلے ئ ۔ زما پهٔ مخکښې دَ بل رب نوم اخستل څهٔ معنٰی لری ۔ هغهٔ خو به خپل قوم ته وې چې زما نه علاوه بل خدائې نشته (مَا عَلِمْتُ لَکُمْ مِنْ اِلٰهٍ غَیْرِیْ) نو دَ هغهٔ قوم به دَ ویرې نه اؤ دَ جهالت پهٔ وجه دَ فرعون عبادت کؤلو ۔ پهٔ زړهٔ کښې فرعون ښهٔ پوهېدو چې زهٔ خدائې نه یم ، رَبُّ العالمین بل دے ۔ لکه بل آیت : ”لَقَدْ عَلِمْتَ مَاۤ اَنْزَلَ ھٰٓؤُلَآءِ اِلَّا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ بَصَآئِرَ“ (سوره بنی اسرائیل ، رکوع ۱۲)
(تهٔ ښهٔ پوهېږې چې دا څیزونه بل هېچا نهٔ دی راستؤلی خو دَ آسمانونو اؤ زمکې رب دَ پوهه کؤلو دپاره راستؤلی دی) نه معلومیږی ۔ پهٔ زړهٔ کښې دَ ربّ العالمین پهٔ وجود باندې دَ فرعون هم یقین وهٔ ، خو اقرار ېٔ نهٔ کؤلو ۔
قَالَ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ مَا بَیْنَهُمَا١ؕ اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ۲۴
ترجمه: موسٰی ووې مالک دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ څهٔ چې دَ دې ترمینځه دی ۔ کهٔ تاسو یقین کویٔ ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی دَ آسمانونو اؤ زمکې دَ ټولو څیزونو پالنه چې کوم ذات کوی هم هغه ربّ العالمین دے ۔ کهٔ پهٔ تاسو کښې څهٔ هم عقل وی نو دَ بنیادم فطرت پهٔ دې خبره پوهېدو دپاره کافی دے ۔
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهٗۤ اَلَا تَسْتَمِعُوْنَ۲۵
ترجمه: هغهٔ دَ ځان نه چاپېره ناستو کسانو ته ووې ، آیا تاسو نهٔ اوریٔ ۔ ف۲۳
ف۲۳: فرعون خامخا دَ خپل قوم دَ تسلّیٔ دپاره خبره وږدؤله اؤ دَ موسٰیؑ توهین ېٔ کؤلو ۔ وې چې تاسو اوریٔ ، دا دې څنګه ګډې وډې وائی؟ پهٔ تاسو کښې داسې څوک شته چې زما نه علاوه بل رب ومنی؟
قَالَ رَبُّكُمْ وَ رَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ۲۶
ترجمه: موسٰی ووې رب دے ستاسو اؤ ستاسو دَ پخوانو پلارانو نیکونو ۔ ف۲۴
ف۲۴: یعنی اے بې وقوفه ۔ زهٔ چې درته کوم رب یادؤم هغه ستا هم رب دے اؤ ستا دَ پلار نیکهٔ ، هم رب دے اؤ چې ستا اؤ ستا دَ پلار نیکهٔ چرته سر پته هم نهٔ وه هغه وخت هم هغه دَ آسمانونو اؤ زمکې رب وهٔ ۔
قَالَ اِنَّ رَسُوْلَكُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْكُمْ لَمَجْنُوْنٌ۲۷
ترجمه: فرعون ووې چې ستاسو دا پیغام راوړونکے کوم چې تاسو ته راستؤلے شوے دے ضرور لېونے دے۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی فرعون خپلو ملګریو ته ووې دا سړے خو لېونے ښکاری چې زما دَ پلار نیکهٔ نه هم واؤړېدو اؤ زما دَ طاقت اؤ زور نه ېٔ هم هېڅ ویره نهٔ کیږی داسې بې خطرې لګیا دے ۔ دا سړے روغ نهٔ دے۔
قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَ الْمَغْرِبِ وَ مَا بَیْنَهُمَا١ؕ اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ۲۸
ترجمه: موسٰی ووې مالک دے دَ مشرق اؤ مغرب اؤ څهٔ چې دَ دې ترمینځه دی ۔ کهٔ تاسو کښې څهٔ عقل وی۔ ف۲۶
ف۲۶: موسٰی علیه السّلام دَ بحث جاری ساتلو دپاره ورباندې بیا یو ټک وکړو لکه څنګه چې ابراهیم علیه السّلام نمرود ته وئیلی وو چې ربّ العالمین هغه دے چې دَ مشرق اؤ مغرب مالک دے اؤ دَ نمر سپوږمۍ اؤ ټولو ستوریو خیژؤل کوزؤل دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې دی کهٔ پهٔ تاسو کښې څهٔ هم عقل وی نو پوهېدے شیٔ چې داسې مضبوط اؤ عظیم الشان نظام داسې پهٔ یو شان دومره ډېره موده قائم ساتل دَ یو الله نه سوا دَ بل چا کار نهٔ شی کېدے ۔ آیا دَ چا دا طاقت شته؟ چې دَ الله جوړ کړی نظام کښې دَ یو سکنډ دپاره څهٔ تبدیلی راولی ۔ دَ دې خبرې ځواب دَ فرعون سره نهٔ وهٔ ، نو بحث ېٔ پریښو اؤ دپکې ېٔ شروع کړې چې کهٔ تهٔ دا خبرې نهٔ پرېږدې نو زهٔ به دې پهٔ جیل کښې واچؤم ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی موسٰیؑ خو دَ الله تعالیٰ قدرتونه بیانؤل اؤ پهٔ دې طریقه ېٔ خلقو ته دَ توحید تبلیغ کؤلو ۔ فرعون پهٔ دې خیال چې زما پهٔ سردارانو دې دَ دهٔ خبرې څهٔ اثر ونهٔ کړی پهٔ موسٰیؑ دپکې شروع کړې۔
قَالَ لَىِٕنِ اتَّخَذْتَ اِلٰهًا غَیْرِیْ لَاَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُوْنِیْنَ۲۹
ترجمه: فرعون ووې اؤ کهٔ تا ونیؤلو زما نه غیر بل معبود ، نو زهٔ به دې ضرور پهٔ قید کښې واچؤم ۔ ف۲۷
ف۲۷: اوس ورته فرعون صفا صفا ووې چې مصر کښې خو زهٔ خدائې یم بل خدائې نشته ۔ اؤ کهٔ تهٔ زما نه علاوه دَ بل چا خدائی منې نو زهٔ به دې جیل ته واستؤم ۔
قَالَ اَوَ لَوْ جِئْتُكَ بِشَیْءٍ مُّبِیْنٍۚ۳۰
ترجمه: موسٰی ووې کهٔ زهٔ تا ته پیش کړم یو څیز څرګندونکے ۔ ف۲۸
ف۲۸: موسٰی علیه السّلام ورته ووې لږ صبر وکړه ۔ دا دومره خو ستا دَ خبرو ځوابونه وو اوس دَ ربّ العالمین دَ قدرتونو نښانې وګوره ۔ دغه زما دَ صداقت دلیلونه دی ۔ کهٔ دَ داسې څرګندو دلیلونو نه پس هم دَ ستا هغه زوړ خیال وی نو (بیا چې دې څهٔ خوښه وی هغه وکړه)
قَالَ فَاْتِ بِهٖۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۳۱
ترجمه: فرعون ووې راؤړه هغه څیز کهٔ تهٔ رښتیا وائے ۔
فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌۚۖ۳۲
ترجمه: نو موسٰی وغورزؤله خپله همسا نو هغه سمدستی اژدها شوه ښهٔ څرګنده ۔
وَّ نَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ۠۳۳
ترجمه: اؤ دَ ترخ نه ېٔ لاس را وویستو نو هغه سپین پړقېدو کتونکیو ته ۔
قَالَ لِلْمَلَاِ حَوْلَهٗۤ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌۙ۳۴
ترجمه: فرعون چاپېره خپلو سردارانو ته ووې ۔ دا خو څوک جادوګر دے ښهٔ پوهه ۔
یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهٖ١ۖۗ فَمَا ذَا تَاْمُرُوْنَ۳۵
ترجمه: غواړی چې تاسو دَ دې خپل ملک نه وباسی دَ جادو پهٔ زور ۔ نو اوس تاسو څهٔ کویٔ پهٔ دې کښې ۔ ف۲۹
ف۲۹: یا خو ېٔ دَ خدایئ دعویٰ کؤله اؤ یا داسې وار خطا شو چې دَ خپلو غلامانو نه تپوس کوی چې اوس څهٔ وکړم؟
قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَ اَخَاهُ وَ ابْعَثْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَۙ۳۶
ترجمه: هغوی ووې مهلت ورکړه دهٔ اؤ دَ دهٔ ورور ته ، اؤ خوارهٔ کړه پهٔ ملک کښې استاذی ۔
یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِیْمٍ۳۷
ترجمه: چې راولی تا ته هر یو پوهه جادوګر ۔
فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍۙ۳۸
ترجمه: نو راټول کړی شو جادوګر دَ مقررې ورځې پهٔ نېټه ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی دَ میلې پهٔ ورځ کچه غرمه ۔
وَّ قِیْلَ لِلنَّاسِ هَلْ اَنْتُمْ مُّجْتَمِعُوْنَۙ۳۹
ترجمه: اؤ خلقو ته ووئیلی شو آیا تاسو به هم راجمع کیږیٔ ۔
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ۴۰
ترجمه: شاید چې مونږ لار خوښه کړو دَ جادوګرو کهٔ هغوی غالب شو ۔ ف۳۱
ف۳۱: یعنی چې ټول جادوګر راجمع شی نو زمونږ دا یقین دے چې موسٰیؑ ته به شکست ورکړې شی ۔ نو بیا به مونږ هم دَ خپلو جادوګرو پهٔ وینا عمل کوؤ ۔ مطلب ېٔ دا وهٔ چې پهٔ دې کښې زمونږ څهٔ خپل غرض نشته ۔ خو چې پهٔ میدان چا برے بیا موندو خپله به خلق پهٔ هغو پسې روان شی اؤ دَ انکار ګنجائش به نهٔ وی ۔
فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ۴۱
ترجمه: بیا کله چې راغلل جادوګر ، فرعون ته ېٔ ووې آیا زمونږ به څهٔ انعام وی کهٔ مونږ غالب شو؟
قَالَ نَعَمْ وَ اِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ۴۲
ترجمه: هغهٔ ووې ضرور به وی بلکې تاسو به زما پهٔ خاصو کښې شیٔ ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی دَ ډېر مالی انعام و اکرام نه علاوه دا چې تاسو به زما خاص سړی شیٔ (یعنی پهٔ دربار کښې کرسی نشین) ۔
دَ دې آیتونو تفسیر پهٔ سورتِ اعراف اؤ طٰهٰ کښې تېر شوے دے ۔
قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ۴۳
ترجمه: ووې هغوی ته موسٰی ، وغوزویٔ څهٔ چې تاسو غورزویٔ ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی چې ساحرانو ترېنه تپوس وکړو اول تهٔ خپله همسا میدان ته غورزوې کهٔ مونږ خپل څیزونه وغورزوؤ ۔ موسٰیؑ ورته ووې اول تاسو خپل ټول زور څرګند کړیٔ زهٔ به بیا ګورم ۔
فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَ عِصِیَّهُمْ وَ قَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ۴۴
ترجمه: نو وغورزؤلے هغوی خپلې بیاستې اؤ چوکې ، اؤ وېٔ وئیل دَ فرعون دَ اقبال پهٔ برکت فتح هم زمونږ ده ۔ ف۳۴
ف۳۴: ځنې مفسرانو پهٔ ” بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ “ کښې ”با“ دَ قسم دپاره اخستې ده یعنی دَ فرعون پهٔ اقبال دې قسم وی چې فتح هم زمونږ ده ۔
فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَۚۖ۴۵
ترجمه: بیا وغورزؤله موسٰی خپله همسا ، نو هغې سمدستی را ونغاړل څهٔ چې جادوګرو جوړ کړی وو ۔ ف۳۵
ف۳۵: شیخ اکبر لیکلی دی چې دَ ساحرانو چوکې اؤ بیاستې چې خلقو ته دَ مارانو پهٔ شان روانې ښکارېدے ۔ دَ موسٰیؑ دَ همسا پهٔ غورزؤلو ېٔ هغه حالت ختم شو ۔ پهٔ میدان کښې سمې چوکې اؤ بیاستې پاتې شوې ، دَ جادو اثر ترېنه لاړو ۔
فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَۙ۴۶
ترجمه: بیا جادوګر پهٔ سجده پرېوتل ۔
قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۴۷
ترجمه: وې وئیل مونږ ومنلو دَ جهان رب ۔
رَبِّ مُوْسٰی وَ هٰرُوْنَ۴۸
ترجمه: چې رب دے دَ موسٰی اؤ هارون ۔
قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ١ۚ اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ١ۚ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ١ؕ۬ لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَ اَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَۚ۴۹
ترجمه: فرعون ووې تاسو پهٔ دهٔ ایمان راؤړو زما دَ اجازت درکؤلو نه مخکښې ۔ ضرور دې ستاسو غټ (استاذ) دے چې تاسو ته ېٔ جادو ښودلے ، ف۳۶ نو اوس به درته پته ولګی ۔ ضرور به زهٔ پرېکړم ستاسو لاسونه اؤ دَ بل طرف ښپې ۔ اؤ ټول به پهٔ سولۍ کړم ۔
ف۳۶: یعنی موسٰیؑ غټ جادوګر دے ۔ دَ ستاسو ټولو استاذ دے اؤ تاسو ټولو یو سازش جوړ کړے دے ، خپلو کښې مو سلا کړے ده چې مونږ به داسې وکړو تهٔ داسې وکړه (نو پهٔ خلقو به اثر پرېوځی اؤ پهٔ دې چل به وطن قبضه کړو) حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې ”اِنَّهٗ لَکَبِیْرُکُمْ“ کښې ضمیر رب ته راجع دے ۔ یعنی تاسو ټول دَ یو استاذ شاګردان ییٔ اؤ مونږ ته مو چل جوړ کړے دے ۔
قَالُوْا لَا ضَیْرَ١٘ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَۚ۵۰
ترجمه: هغوی ووې هېڅ فکر نشته ، مونږ خپل رب طرف ته واپس کېدونکی یو ۔ ف۳۷
ف۳۷: یعنی مرګ خو بهرحال شته خلاصې ترېنه نشته چې مړهٔ شو نو دَ الله پهٔ مخکښې به حاضریږو نو چې ستا دَ لاسه مړهٔ شو دَ شهادت مرتبه به راته حاصله شی ۔ دا ټول بیان پهٔ سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے ۔
اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَؕ۠۵۱
ترجمه: مونږ طمع لرو چې معاف به کړی زمونږ رب زمونږ غلطیٔ ، ځکه چې مونږ یو دَ ټولو نه اول ایمان راؤړونکی ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی دَ موسٰیؑ پهٔ وینا دومره لویه جمع کښې ظالم فرعون ته مخامخ دَ ټولو نه اول مونږ دَ حق اعلان کړے دے نو پهٔ دې وجه زمونږ طمع ده چې الله تعالیٰ به راته کړی ګناهونه معاف کړی ۔
وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ۵۲
ترجمه: اؤ حکم ورکړو مونږ موسٰی ته چې دَ شپې شپې وباسه زما بندیان ، تاسو پسې به خلق درځی ۔ ف۳۹
ف۳۹: یعنی ډېره موده تبلیغ اؤ معجزو ښیٔلو نه پس هم چې فرعون ایمان رانهٔ وړو اؤ بنی اسرائیلو ته ېٔ پهٔ رضا شام ته دَ تلو اجازت نهٔ ورکؤلو نو مونږ موسٰیؑ ته حکم ورکړو چې خپل قوم دَ شپې شپې دَ مصر نه وباسه، شام ته هجرت وکړه ۔ فرعون به مو تعاقب کوی خو چې ونهٔ ویرېږیٔ ۔
فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَۚ۵۳
ترجمه: بیا خوارهٔ کړل فرعون پهٔ ښارونو کښې استاذی ۔ ف۴۰
ف۴۰: فرعون ډنډوره وکړه چې ټول قبطیان راجمع شی چې پهٔ بنی اسرائیلو پسې روان شو ۔
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَۙ۵۴
ترجمه: بېشکه دا خلق یو وړوکے غوندې ټولګے دے ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی لږ غوندې خلق دی اؤ مونږ ېٔ دومره تنګ کړی یو ۔ دَ هغو طاقت څهٔ دے چې زمونږ مقابله به وکړی؟ پهٔ دې خبرو ېٔ قوم ته غیرت ور وستو چې ښهٔ پهٔ جوش کښې ورپسې روان شی ۔
وَ اِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَۙ۵۵
ترجمه: اؤ دوی زمونږ نه زړهٔ سوی دی ۔ ف۴۲
ف۴۲: دَ بنی اسرائیلو پهٔ زړهٔ کښې مونږ ته ډېر تاؤ دے یا دا چې پهٔ دې کارونو مونږ ته غصه راولی ، بدبخته ځان خپله تباه کوی ۔
وَ اِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَؕ۵۶
ترجمه: اؤ مونږ ټولو ته دَ دوی نه خطره ده ۔ ف۴۳
ف۴۳: یعنی ټول راغونډ شیٔ اؤ پهٔ یو ورځ ېٔ ختم کړیٔ چې دَ دې هرې ورځې جنجال نه خلاص شو ۔ اؤ ځنو مفسرانو دَ دې دا معنٰی کړے ده چې زمونږ ډله ډېره ده ، مضبوط یو ، وسله هم راسره ده ډېره ده ۔ پهٔ دې فرعون خپل قوم ته ډاډګیرنه ورکؤله چې وار خطا نهٔ شی ۔
فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍۙ۵۷
ترجمه: بیا مونږ وویستل فرعونیان دَ باغونو نه اؤ چینو نه ۔
وَّ كُنُوْزٍ وَّ مَقَامٍ كَرِیْمٍۙ۵۸
ترجمه: اؤ خزانو نه اؤ دَ بهترو ځایونو نه ۔
كَذٰلِكَ١ؕ وَ اَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَؕ۵۹
ترجمه: دغه شان ، ف۴۴ اؤ ور مو کړل دغه څیزونه بنی اسرائیلو ته ۔ ف۴۵
ف۴۴: پهٔ دې طریقه قبطیانو خپل کورونه ، جائیدادونه اؤ مال دولت هر څهٔ دغه شان پهٔ ځائې پرېښؤل ، پهٔ بنی اسرائیلو پسې را ووتل اؤ بیا ېٔ تلل نصیب نهٔ شو ۔ هر څهٔ ترې دغه شان پاتی شو ۔ پهٔ دې طریقه الله پاک هغوی دَ خپل وطن نه خارج کړل ۔
ف۴۵: دا مال دولت سمدستی بنی اسرائیلو ته پهٔ ګوتو ورغلو کهٔ څهٔ موده پس دَ سلیمان علیه السّلام پهٔ زمانه کښې چې پهٔ مصر هم دَ بنی اسرائیلو حکومت راغلو ۔ والله اعلم ، پهٔ دې کښې اختلاف دے ۔ دا بحث مخکښې پهٔ سورتِ طٰهٰ کښې تېر شوے دے هغه وګوریٔ ۔
فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ۶۰
ترجمه: بیا هغوی بنی اسرائیلو پسې شو دَ نمر دَ ختو پهٔ وخت ۔
فَلَمَّا تَرَآءَ الْجَمْعٰنِ قَالَ اَصْحٰبُ مُوْسٰۤی اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَۚ۶۱
ترجمه: بیا کله چې مخامخ شوې دواړه ډلې ، ووې دَ موسٰی ملګریو ، مونږ خو راګېر شو ف۴۶
ف۴۶: بنی اسرائیلو دَ بحرِ قلزم غاړې ته ورسېدل ، دَ پورې وتو پهٔ فکر کښې وو چې ورپسې فرعون دَ خپل قوم سره را ورسېدو ۔ دَ بنی اسرائیلو وار خطا شو ۔ موسٰیؑ ته ېٔ ووې اوس به څنګه بچ کیږو؟ مخکښې سمندر دے اؤ راپسې دَ دښمن لښکر دے ۔
قَالَ كَلَّا١ۚ اِنَّ مَعِیَ رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ۶۲
ترجمه: موسٰی ووې هرګز نه ، بېشکه زما رب مونږ سره دے هغه به راته لار ښئی ف۴۷
ف۴۷: موسٰیؑ ورته ووې وار مهٔ خطا کویٔ ۔ دَ الله امداد زما سره دے اؤ زما دَ هغهٔ پهٔ وعدو باور دے هغه به مو بچ کوی ، دښمن مو هرګز نیوې نهٔ شی ۔
فَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ١ؕ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِیْمِۚ۶۳
ترجمه: بیا مونږ حکم وکړو موسٰی ته چې دریاب پهٔ خپله همسا ووهه ۔ نو وشلېدو دریاب ، هره ټوکړه جدا شوه لکه دَ غټ غر پهٔ شان ۔ ف۴۸
ف۴۸: موسٰیؑ چې سمندر ته پهٔ خپله همسا ګوزار ورکړو نو هغه دولس (۱۲) ځایه کښې وشلېدو ۔ دولس لارې پکښې جوړې شوې ۔ دَ بنی اسرائیلو دولس قبیلې وې ۔ هره یوه قبیله پهٔ بیله بیله لار روانه شوه ۔ دَ سمندر اوبهٔ ترېنه دواړه طرف ته لکه دَ غرونو ولاړې وې اؤ دوی ېٔ ترمینځه تېرېدل ۔
وَ اَزْلَفْنَا ثَمَّ الْاٰخَرِیْنَۚ۶۴
ترجمه: اؤ را ورسؤله مونږ دې ځائې ته هغه بله ډله ۔ ف۴۹
ف۴۹: دَ فرعون لښکر چې را ورسېدو ۔ وېٔ لیدل چې سمندر کښې لارې جوړې شوے دی ، بنی اسرائیل پکښې ښهٔ پهٔ قلار روان دی نو هغوی هم ورپسې روان شو ۔ چې ټول لښکر ورکوز شو (بنی اسرائیل بلې غاړې ته رسیدلی وو) نو دَ الله پهٔ حکم دَ سمندر اوبهٔ بیا سره یو ځائې شوې اؤ فرعون پکښې سره دَ لښکر غرق شو ۔ دا واقعه پهٔ سورةِ طٰهٰ کښې هم تېره شوے ده ۔
وَ اَنْجَیْنَا مُوْسٰی وَ مَنْ مَّعَهٗۤ اَجْمَعِیْنَۚ۶۵
ترجمه: اؤ بچ مو کړو موسٰی اؤ دَ دهٔ سره خلق ټول ۔
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَؕ۶۶
ترجمه: بیا مو ډوبه کړه هغه بله ډله ۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۶۷
ترجمه: بېشکه پهٔ دې کښې یوه نښانه ده ، اؤ نهٔ وو پهٔ هغوی کښې ډېر کسان منونکی ۔ ف۵۰
ف۵۰: یعنی هر کله چې دَ فرعون قوم کښې اکثرو حق قبول نهٔ کړو نو آخر ورته الله پاک خپل طاقت وښیٔلو ۔ دغه شان دَ تصدیق کؤنکیو اؤ تکذیب کؤنکیو انجام پهٔ دنیا کښې بیل بیل څرګند شو ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۶۸
ترجمه: اؤ بېشکه هم ستا رب دے زبردست رحم واله ۔ ف۵۱
ف۵۱: دا زمونږ نبی کریمﷺ ته اورؤلی شی چې دَ مکّې معظّمې فرعونیان به هم دغه شان پهٔ مسلمانانو پسې جنګ ته راوځی اؤ دَ وطن نه بهر به دغه شان تباه کیږی لکه فرعون چې تباه شو لکه دَ بدر پهٔ غزا کښې دغه شان وشوه ۔ (موضح القرآن)
وَ اتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ اِبْرٰهِیْمَۘ۶۹
ترجمه: اؤ بیان کړه دوی ته واقعه دَ ابراهیم ۔
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَ قَوْمِهٖ مَا تَعْبُدُوْنَ۷۰
ترجمه: کله چې ېٔ ووې پلار اؤ خپل قوم ته ، تاسو دَ څهٔ عبادت کویٔ؟ ف۵۲
ف۵۲: یعنی دا څهٔ شے دے؟ دا تاسو چې ورته سجدې کویٔ ۔
قَالُوْا نَعْبُدُ اَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عٰكِفِیْنَ۷۱
ترجمه: هغوی ووې مونږ عبادت کوؤ دَ بتانو ، بیا ټوله ورځ دَ هغوی پهٔ خوا کښې ناست یو ، ف۵۳
ف۵۳: یعنی آیا تهٔ زمونږ معبودان نهٔ پېژنې چې داسې سپک ورته ګورې؟ دا خو زمونږ خدایان دی ۔ مونږ ټوله ورځ دَ دوی پهٔ خوا کښې ناست یو اؤ ډېر قدر ېٔ کوؤ ۔
قَالَ هَلْ یَسْمَعُوْنَكُمْ اِذْ تَدْعُوْنَۙ۷۲
ترجمه: هغهٔ ووې ، آیا دوی ستاسو اوری کله چې ورته آواز کویٔ ۔ ف۵۴
ف۵۴: یعنی تاسو چې ورته ټوله ورځ چاپېره تېره کړیٔ نو دوی دَ ستاسو آواز هم اوری کهٔ هسې ځان کړویٔ؟ کهٔ نهٔ اوری اؤ څرګنده ده چې کاڼی غوږ نهٔ لری نو بیا هسې فضول ځان ولې کړویٔ؟
اَوْ یَنْفَعُوْنَكُمْ اَوْ یَضُرُّوْنَ۷۳
ترجمه: یا تاسو ته څهٔ خیر یا نقصان درکؤلے شی؟ ف۵۵
ف۵۵: یعنی تاسو ته پهٔ عبادت کؤلو څهٔ خیر در رسؤلے شی؟ یا کهٔ عبادت ېٔ ونهٔ کړیٔ نو څهٔ نقصان در رسؤلے شی؟ ظاهره ده چې کوم شے دَ ځان نه مچ نهٔ شی شړلے هغه به بل چا ته څهٔ نفع نقصان ورسوی؟ نو بیا دَ داسې خوشی څیز عبادت کؤل کوم عقل دے؟
قَالُوْا بَلْ وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ۷۴
ترجمه: هغوی ووې نه خو مونږ لیدلی چې زمونږ پلار نیکهٔ دغه شان کؤل ۔ ف۵۶
ف۵۶: یعنی مونږ پهٔ دې خبرو نهٔ پوهیږو خو غټه خبره دا ده چې زمونږ مشرانو دغه شان کؤل مونږ ېٔ هم کوؤ آیا زمونږ مشران ټول کم عقل وو؟
قَالَ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَۙ۷۵
ترجمه: هغهٔ ووې ، ګوریٔ دَ کومو څیزونو چې تاسو عبادت کویٔ ۔
اَنْتُمْ وَ اٰبَآؤُكُمُ الْاَقْدَمُوْنَ٘ۖ۷۶
ترجمه: اؤ کؤلو ستاسو پخوانو پلارانو نیکونو ، ف۵۷
ف۵۷: یعنی دا خو یوه پخوانیٔ غلطی ده ۔ دغه شان راغلے ده ګنی څوک چې چا ته څهٔ نفع نقصان نهٔ شی رسؤلے دَ هغهٔ پهٔ عبادت کښې څهٔ خیر دے؟ کهٔ پخوانو نه یو غلطی شوے ده نو تاسو دَ عقل نه کار واخلیٔ تاسو ورپسې ولې کندې ته ځان غوزویٔ؟
فَاِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّیْۤ اِلَّا رَبَّ الْعٰلَمِیْنَۙ۷۷
ترجمه: نو دغه ټول زما دښمنان دی ف۵۸ بې دَ ټول جهان دَ رب نه ۔ ف۵۹
ف۵۸: یعنی کهٔ تاسو دَ دې بتانو نه ویرېږیٔ نو زهٔ خو ترې نهٔ ویرېږم ۔ دا دے علی الاعلان وایٔم چې (زهٔ به ورسره پوهه شم) ۔ ”تَاللہِ لَاَکِیْدَنَّ اَصْنَامَکُمْ بَعْدَ اَنْ تُوَلُّوْا مُدْبِرِیْنَ“ (سورة انبیاء ، رکوع ۵)
(قسم پهٔ الله چې تاسو لاړ شیٔ زهٔ به ستاسو دَ بتانو سره خپل عمل وکړم) کهٔ پهٔ دوی کښې څهٔ زور وی نو ما ته دې څهٔ نقصان را ورسوی ۔
ف۵۹: چې هم هغه ربّ العالمین زما معبود دے اؤ زما دوست اؤ مددګار دے ۔
الَّذِیْ خَلَقَنِیْ فَهُوَ یَهْدِیْنِۙ۷۸
ترجمه: چا چې زهٔ پیدا کړے یم نو هم هغه ما ته لار ښئی ۔ ف۶۰
ف۶۰: یعنی هم هغه ربّ العالمین زهٔ پیدا کړے یم اؤ پهٔ دنیا و آخرت کښې دَ کامیابیٔ لار راته ښئی اؤ بې شمېره فائدې راکوی ۔ (دَ ستاسو بتان څهٔ کؤلے شی؟)
وَ الَّذِیْ هُوَ یُطْعِمُنِیْ وَ یَسْقِیْنِۙ۷۹
ترجمه: اؤ هم هغه رب دے چې پهٔ ما خوروی اؤ څښوی ۔
وَ اِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْنِ۪ۙ۸۰
ترجمه: اؤ کله چې زهٔ ناجوړه شم ، هم هغه شفا راکوی ۔
وَ الَّذِیْ یُمِیْتُنِیْ ثُمَّ یُحْیِیْنِۙ۸۱
ترجمه: اؤ هغه رب چې ما به مړ کوی ، بیا به مې دوباره ژوندې کوی ۔ ف۶۱
ف۶۱: یعنی روزی ورکؤل ، مړهٔ کؤل اؤ ژوندی کؤل هر څهٔ دَ هغهٔ پهٔ اختیار کښې دی ۔
وَ الَّذِیْۤ اَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لِیْ خَطِیْٓـَٔتِیْ یَوْمَ الدِّیْنِؕ۸۲
ترجمه: هغه رب چې زهٔ طمع لرم چې زما غلطیانې به ما ته معاف کړی دَ انصاف پهٔ ورځ ۔ ف۶۲
ف۶۲: یعنی کهٔ پهٔ څهٔ کار کښې رانه څهٔ هېر یا خطائی وشی نو هم دَ هغهٔ دَ مهربانیٔ نه دَ معافیٔ طمع لرم ، بل هېڅوک دَ معاف کؤلو نشته ۔ دَ الله تعالیٰ دَ کمالاتو اؤ مهربانو دَ ذکر سره سره ابراهیمؑ پهٔ غلبهٔ حضور کښې دعا شروع کړه کومه چې دَ بندګیٔ دَ کمال درجه اؤ دَ عبدیت خاصه ده ۔
رَبِّ هَبْ لِیْ حُكْمًا وَّ اَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَۙ۸۳
ترجمه: اے ربه راکړې ما ته حکم اؤ یو ځائې کړې ما دَ صالحانو سره ۔ ف۶۳
ف۶۳: یعنی نور علم اؤ حکمت راکړه اؤ دَ قرب درجه مې نوره هم زیاته کړه اؤ دَ وچتې درجې نیکان چې دَ نبیانو ټولے دے دَ هغو سره مې ملګرے کړه ۔ دَ دې دعا نه مقصد خپل احتیاج څرګندؤل اؤ دَ الله تعالیٰ دَ غناء اقرار دے ۔ نبی وی کهٔ ولی پهٔ هره معامله کښې دَ الله دَ فضل و کرم محتاج دے اؤ الله تعالیٰ بې پروا دے پهٔ هېڅ معامله کښې مجبور نهٔ دے چې خامخا به ېٔ کوی ۔
وَ اجْعَلْ لِّیْ لِسَانَ صِدْقٍ فِی الْاٰخِرِیْنَۙ۸۴
ترجمه: اؤ کړې زما وېنا رښتیا پهٔ وروستو کښې ۔ ف۶۴
ف۶۴: یعنی دَ داسې نیک عمل توفیق راکړې چې راتلونکی نسلونه مې همېشه پهٔ ښو یادوی اؤ زما پهٔ قدم دَ تللو کوشش کوی ۔ اؤ دا مطلب ېٔ هم کېدے شی چې آخری نبی زما پهٔ اولاد کښې پیدا کړې چې تر قیامته زما دین تازه وی ۔ الله تعالیٰ دا دعا قبوله کړه اؤ دَ هغهٔ پهٔ اولاد کښې ېٔ خاتم النّبیینﷺ پیدا کړو چې دَ هغهٔ دین ېٔ تازه کړو ۔ حضور اکرمﷺ خپله فرمائیلی دی زهٔ دَ ابراهیمؑ دعا یم ۔ نن هم پهٔ ټولو مذهبونو کښې دَ ابراهیمؑ نوم پهٔ ښو یادیږی ۔ اؤ مسلمانان خو پهٔ هر نمانځهٔ کښې ”کَمَا صَلَّیْتَ عَلٰۤی اِبْرَاھِیْمَ“ اؤ ”کَمَا بَارَکْتَ عَلٰۤی اِبْرَاھِیْمَ“ وائی ۔ دغه شان به دَ ابراهیمؑ ذکرِ خیر تر قیامته جاری وی ۔
وَ اجْعَلْنِیْ مِنْ وَّرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِیْمِۙ۸۵
ترجمه: اؤ کړې ما دَ جنت دَ نعمتونو پهٔ وارثانو کښې ۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی چې دَ آدمؑ نه پهٔ میراث کښې پاتې دے ۔
وَ اغْفِرْ لِاَبِیْۤ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الضَّآلِّیْنَۙ۸۶
ترجمه: اؤ معاف کړې زما پلار بېشکه هغه وهٔ پهٔ لار خطا کؤنکیو کښې ۔ ف۶۶
ف۶۶: دَ ترجمې نه دا معلومیږی چې دا دعا ېٔ دَ پلار دَ مرګ نه پس کړے ده ۔ لېکن بل ځائې کښې واضح راغلی دی چې کله ابراهیمؑ ته معلومه شوه چې پلار ېٔ دَ الله دښمن دے نو هغه ترېنه ویزاره شو ۔ لکه آیت دے :
”وَمَا کَانَ اسْتِغْفَارُ اِبْرَاھِیْمَ لِاَبِیْهِ اِلَّا عَنْ ۢ مَّوْعِدَةٍ وَعَدَھَاۤ اِیَّاهُ فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗۤ اَنَّهٗ عَدُوٌّ لِلّٰهِ تَبَرَّءَ مِنْهُ اِنَّ اِبْرَاھِیْمَ لَاَوَّاهٌ حَلِیْمٌ “
(اؤ دَ ابراهیمؑ طلب دَ بخشش دَ پلار دپاره نهٔ وهٔ مګر دَ هغې وعدې پهٔ وجه چې دَ پلاره سره ېٔ کړے وه خو چې معلومه شوه ورته چې هغه دَ الله دښمن دے نو بیزار شو ترې ، بېشکه ابراهیمؑ ډېر نرم دل اؤ حلیم دے) (سورة توبه ، رکوع ۱۴)
اؤ کهٔ پهٔ ”اِنَّهٗ کَانَ مِنَ الضَّآلِّیْن“ کښې دَ ”کَانَ“ ترجمه دَ وو پهٔ ځائې دے سره وشی نو بیا پکښې هېڅ اشکال نشته ۔ بیا به ېٔ دعا دَ پلار پهٔ ژوند شی اؤ پهٔ ژوند کښې ېٔ دا امکان شته چې ایمان راؤړی اؤ ګناهونه ورته معاف شی نو پهٔ دې کښې به دَ دعا مطلب راشی چې یا الله زما پلار ته دَ ایمان توفیق ورکړې دَ کفر نه ېٔ واړوې ۔ دَ دې متعلق څهٔ تفصیل دَ پورتنی آیت پهٔ تفسیر پهٔ کښې تېر شوے دے هغه وګوریٔ ۔
وَ لَا تُخْزِنِیْ یَوْمَ یُبْعَثُوْنَۙ۸۷
ترجمه: اؤ ما مهٔ شرمنده کویٔ پهٔ هغه ورځ چې ټول مخلوق را پورته شی ۔
یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّ لَا بَنُوْنَۙ۸۸
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې پکار به نهٔ راځی مال اؤ نهٔ اولاد ۔
اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍؕ۸۹
ترجمه: مګر هغه څوک چې راغلو الله ته روغ زړهٔ سره ۔ ف۶۷
ف۶۷: یعنی پاک صفا زړهٔ چې دَ کفر ، نفاق اؤ خرابو عقیدو دَ خیری نه پاک وی ، هغه به پهٔ هغه ورځ کار ورکوی ۔ مال اؤ اولاد هېڅ به پکار نهٔ راځی ۔ پهٔ دنیا کښې دَ خیرات ، صدقې اؤ نیک اولاد نه هم پهٔ آخرت کښې فائده هله اخستے شی چې خپل زړهٔ ېٔ دَ کفر دَ پلیتیٔ نه پاک وی ۔
وَ اُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَۙ۹۰
ترجمه: اؤ نژدے به کړې شی جنت پرهېزګارو ته ۔
وَ بُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِلْغٰوِیْنَۙ۹۱
ترجمه: اؤ څرګند به کړې شی دوزخ بې لارې خلقو ته ۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی پهٔ محشر کښې به پرهېزګارو ته جنّت رانژدے کړې شی چې هغوی به پکښې خپل دَ عیش و آرام ځایونه وینی اؤ ورته به خوشحالیږی ۔ دغه شان به ګناهګارو ته پهٔ دوزخ کښې خپل ځائې ښکاری اؤ دَ ورتلو نه مخکښې به ېٔ پهٔ غم کښې ویلی کیږی ۔
وَ قِیْلَ لَهُمْ اَیْنَمَا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَۙ۹۲
ترجمه: اؤ ورته به ووئیلی شی چرته دی هغه چې تاسو ېٔ عبادت کؤلو ،
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ هَلْ یَنْصُرُوْنَكُمْ اَوْ یَنْتَصِرُوْنَؕ۹۳
ترجمه: دَ الله نه غیر ، آیا هغوی ستاسو امداد کؤلے شی یا ستاسو بدله اخستے شی ۔ ف۶۹
ف۶۹: یعنی اوس دَ ستاسو هغه باطل معبودان څهٔ شو چې تاسو ېٔ دَ امداد اؤ سفارش پهٔ طمع ویٔ؟ چې اوس مو نهٔ دَ عذاب نه خلاصؤلے شی اؤ نهٔ مو بدله اخستے شی ۔
فَكُبْكِبُوْا فِیْهَا هُمْ وَ الْغَاوٗنَۙ۹۴
ترجمه: نو پړمخې به وغورزؤلی شی پهٔ دوزخ کښې دغه اؤ ګمراهان ،
وَ جُنُوْدُ اِبْلِیْسَ اَجْمَعُوْنَؕ۹۵
ترجمه: اؤ دَ شیطان لښکر ټول ۔
قَالُوْا وَ هُمْ فِیْهَا یَخْتَصِمُوْنَۙ۹۶
ترجمه: دوی به وائی ، اؤ یو بل سره به جګړې کوی پهٔ دې کښې ۔
تَاللّٰهِ اِنْ كُنَّا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍۙ۹۷
ترجمه: قسم پهٔ الله چې مونږ څرګند پهٔ غلطه وو ۔
اِذْ نُسَوِّیْكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۹۸
ترجمه: چې برابرؤلیٔ مو تاسو دَ پروردګارِ عالم سره ۔
وَ مَاۤ اَضَلَّنَاۤ اِلَّا الْمُجْرِمُوْنَ۹۹
ترجمه: اؤ مونږ خو دَ لارې نه خطا کړی وو دې ګناهګارو ۔
فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِیْنَۙ۱۰۰
ترجمه: نو اوس هېڅوک نشته سفارش کؤنکے ۔
وَ لَا صَدِیْقٍ حَمِیْمٍ۱۰۱
ترجمه: اؤ نهٔ څوک دوست محبت کؤنکے ۔ ف۷۰
ف۷۰: یعنی بتان اؤ بت پرستان اؤ دَ شیطان ټول لښکر به پهٔ دوزخ کښې پړمخې وغورزؤلی شی ۔ هلته به بیا خپلو کښې پهٔ جنګ وی اؤ پهٔ یو بل به الزام لګوی ۔ آخر به دَ خپلې غلطیٔ اقرار وکړی ۔ وائی به چې واقعی مونږ سخته غلطی کړے وه چې بتان یا بل څهٔ شے مو دَ خدایئ درجې ته رسؤلے دے ۔ دا مونږ شیطان خطا کړی یو ۔ اوس پهٔ بلا اخته یو اؤ هېڅوک مو امداد ته نهٔ راځی ۔ نهٔ مو هغه بتان تپوس کوی اؤ نهٔ هغه شیطان څهٔ مدد راکؤلے شی ۔ هغه ټول خپله پهٔ دوزخ کښې پراتهٔ دی نو زمونږ به څهٔ خبر واخلی؟ دومره هم څوک نشته چې الله ته مو سفارش وکړی چې څهٔ تکلیف خو رانه کم کړی ۔ نهٔ مو څوک همدرد دوست شته چې زړهٔ ېٔ راباندې وسوزی کهٔ نور څهٔ نهٔ شی کؤلے چې تش پهٔ خلهٔ خو راسره دلسوزی وکړی کنه ۔ ”اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَئِذٍۢ بَعْضُھُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ“ (سورة زخرف ، رکوع ۶)
(ټول دوستان به پهٔ دغه ورځ دَ یو بل دښمنان وی بې دَ پرهېزګارو نه)
فَلَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۱۰۲
ترجمه: نو کهٔ پهٔ څهٔ شان یو ځل بیا (دنیا) ته لاړې ۔ نو شو به مونږ مؤمنان ۔ ف۷۱
ف۷۱: یعنی کهٔ یو ځل بیا مونږ ته واپس دنیا ته دَ تللو موقع پهٔ لاس راغله نو مونږ به سوچه مسلمانان شو ، هېڅ نافرمانی به نهٔ کوؤ ۔ لېکن دَ دوی دا خبره هم دروغ ده ۔ ”وَ لَوْ رُدُّوْا لَعَادُوْا لِمَا نُھُوْا عَنْهُ وَ اِنَّھُمْ لَکَاذِبُوْنَ“ (سورة انعام ، رکوع ۳) (اؤ کهٔ واپس کړې شو نو بیا به هم هغه کارونه کوی دَ کومو نه چې منع شوی وو اؤ دوی بېشکه چې دروغژن دی)۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۱۰۳
ترجمه: بېشکه پهٔ دې کښې غټ دلیل دے ، خو اکثر خلق پهٔ دوی کښې منونکی نهٔ دی ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی دَ ابراهیمؑ پهٔ دې واقعه کښې دَ توحید دلیلونه اؤ دَ مشرکانو خراب انجام واضح کړې شو لېکن دا خلق بیا هم یقین نهٔ کوی ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۱۰۴
ترجمه: اؤ بېشکه هم ستا رب زبردست دے رحم کؤنکے ۔
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوْحِ اِ۟لْمُرْسَلِیْنَۚۖ۱۰۵
ترجمه: دروغژن وګڼل دَ نوح قوم پېغمبران ۔
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ نُوْحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَۚ۱۰۶
ترجمه: کله چې ووې هغوی ته دَ هغوی ورور نوح ، آیا تاسو نهٔ ویرېږیٔ ،
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌۙ۱۰۷
ترجمه: زهٔ ستاسو دپاره استاذې یم معتبر ۔
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِۚ۱۰۸
ترجمه: نو دَ الله نه ویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔ ف۷۳
ف۷۳: یعنی زهٔ ډېر پهٔ ایمانداریٔ اؤ صداقت تاسو ته دَ الله پیغام صفا صفا بیانوم ۔ نو تاسو ته پکار دی چې زما پهٔ خبره یقین وکړیٔ اؤ دَ الله نه وویرېږیٔ ۔
وَ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ١ۚ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۚ۱۰۹
ترجمه: زهٔ نهٔ غواړم پهٔ دې ستاسو نه څهٔ بدله ، زما بدله خو پهٔ پروردګارِ عالم ده ۔
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِؕ۱۱۰
ترجمه: نو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔ ف۷۴
ف۷۴: دَ یو بې غرضه بنده رښتونی خبره منل پکار دی ۔
قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لَكَ وَ اتَّبَعَكَ الْاَرْذَلُوْنَؕ۱۱۱
ترجمه: هغوی ووې آیا مونږ به تا ومنو پهٔ دې حال کښې چې ستا ملګری ټول رذیل خلق دی ۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی لږ غوندې غریبان اؤ دَ پرېوتی قومونو څو کسه دَ خپلې فائدې پهٔ غرض تا سره شوی دی ۔ نو مونږ دَ وچتو کورنیو کسان څنګه دَ ستا سره شو اؤ دَ دې کمینه خلقو سره پهٔ یو مجلس کښې کښینو؟ دا زمونږ بې عزتی اؤ دَ غیرت نه خلاف ده ۔ اول دا خلق دَ ځان نه وشړه نو بیا به مونږ دَ ستا خبرو اورېدو دپاره پهٔ مجلس کښې دَ ناستې جوګه شو ۔
قَالَ وَ مَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَۚ۱۱۲
ترجمه: نوح ووې زهٔ نهٔ یم خبر چې هغوی څهٔ کار کوی ۔
اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَۚ۱۱۳
ترجمه: دَ هغوی سره حساب کؤل خو زما دَ رب کار دے ۔ کهٔ تاسو څهٔ پوهېږیٔ ۔
وَ مَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَۚ۱۱۴
ترجمه: اؤ زهٔ نهٔ یم شړؤنکے دَ مؤمنانو ۔ ف۷۶
ف۷۶: یعنی زما خو دَ هغوی دَ ایمان سره مطلب دے ، دَ هغوی دَ کار کسب اؤ نیتونو سره زما څهٔ کار دے؟ دَ دې فیصله اؤ حساب خو به دَ الله پهٔ مخکښې کیږی باقی زهٔ دَ ستاسو دپاره دا غریبان ایماندار دَ خپل مجلس نه شړلے نهٔ شم ۔
اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌؕ۱۱۵
ترجمه: زهٔ خو بس ویرؤنکے یم څرګند ۔ ف۷۷
ف۷۷: یعنی زما ذمه واری خو تاسو ته دَ الله پیغام رسؤل وو هغه کار ما پوره کړو ۔ ستاسو دَ غلطو مطالبو پوره کؤل زما ذمه واری نهٔ ده ۔
قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَؕ۱۱۶
ترجمه: هغوی ووې ، کهٔ تهٔ نهٔ منع کېږې اے نوحه ، نو تهٔ به ضرور پهٔ کاڼیو وویشتې شې ۔ ف۷۸
ف۷۸: یعنی بس دے مونږ ته نور نصیحتونه مهٔ کوه ۔ دا کار پرېږده اؤ کهٔ تهٔ نهٔ منع کېږې نو مونږ به دې پهٔ کاڼیو وولو ۔
قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِۚۖ۱۱۷
ترجمه: نوح ووې اے ربه زما قوم خو زهٔ دروغژن وګڼلم ۔
فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَ بَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّ نَجِّنِیْ وَ مَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۱۱۸
ترجمه: نو تهٔ فیصله وکړه زما اؤ دَ دوی ترمینځه صفا فیصله ۔ ف۷۹ اؤ بچ کړه ما اؤ زما ملګری مؤمنان ۔ ف۸۰
ف۷۹: یعنی دَ دې نه پس خو دَ دې خلقو دَ سمېدو نور څهٔ طمع نشته اوس تهٔ زمونږ ترمینځه واضحه فیصله وکړه چې دا لانجه غُڅه شی ۔
ف۸۰: یعنی اے الله ما اؤ زما ملګری بچ کړه اؤ پهٔ کافرو تباهی راوله ۔
فَاَنْجَیْنٰهُ وَ مَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِۚ۱۱۹
ترجمه: بیا مونږ بچ کړو هغه اؤ دَ هغهٔ ملګری پهٔ یوه ډکه کشتۍ کښې ۔
ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَؕ۱۲۰
ترجمه: بیا مو غرق کړل دَ هغهٔ نه پاتی خلق ۔ ف۸۱
ف۸۱: دَ نوح علیه السّلام دَ طوفان قصه مخکښې څو ځایه پهٔ تفصیل سره تېره شوے ده ۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۱۲۱
ترجمه: البته پهٔ دې کښې یو غټ دلیل دے ۔ خو پهٔ دوی کښې اکثر خلق منونکی نهٔ دی ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۱۲۲
ترجمه: اؤ بېشکه ستا رب زبردست دے رحم کؤنکے ۔
كَذَّبَتْ عَادُ اِ۟لْمُرْسَلِیْنَۚۖ۱۲۳
ترجمه: دروغژن وګڼل قومِ عاد پېغمبران ۔
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَۚ۱۲۴
ترجمه: کله چې ووې هغوی ته دَ هغوی ورور هود ، آیا تاسو نهٔ ویرېږیٔ ۔
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌۙ۱۲۵
ترجمه: زهٔ تاسو ته پیغام راؤړونکے یم معتبر ،
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِۚ۱۲۶
ترجمه: نو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔
وَ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ١ۚ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَؕ۱۲۷
ترجمه: اؤ زهٔ نهٔ غواړم ستاسو نه پهٔ دې څهٔ بدله ۔ زما بدله خو دَ ټول جهان پهٔ مالک ده۔
اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ۱۲۸
ترجمه: آیا تاسو جوړویٔ پهٔ هر وچت ځائې یوه نښه دَ لوبو دپاره ،
وَ تَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَۚ۱۲۹
ترجمه: اؤ جوړویٔ تاسو ښهٔ ښهٔ څیزونه پهٔ دې خیال چې تاسو به همېشه ژوندی ییٔ ف۸۲
ف۸۲: دا خلق دَ وچتو اؤ مضبوطو آبادو جوړؤلو ډېر شوقیان وو ۔ هسې بې فائدې به ېٔ وچتې وچتې منارې دَ ډول دپاره جوړؤلے ، ډېر تاوان به ېٔ پرې کؤلو اؤ دَ هغې پهٔ ښائست اؤ ګلکاریانو به ېٔ ډېر وخت خرابؤلو ۔ پهٔ دې خیال چې زمونږ دا یادګار به همېشه دپاره زمونږ نوم ژوندې ساتی لېکن نن وګوریٔ چې دَ هغې آبادیو دَ کنډرو نخښه هم چرته نشته ۔
وَ اِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَۚ۱۳۰
ترجمه: اؤ کله چې څهٔ کار ته لاس اچویٔ نو لاس اچویٔ پهٔ ظلم ،
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِۚ۱۳۱
ترجمه: نو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔ ف۸۳
ف۸۳: یعنی پهٔ کمزوریو اؤ غریبانو باندې ظلم زیاتې کویٔ ۔ انصاف درکښې بالکل نشته ۔ نو دَ الله نه وویرېږیٔ ، زما خبره ومنیٔ اؤ دا ظلم زیاتے اؤ کبر غرور پرېږدیٔ پهٔ دې تباه کیږیٔ ۔
وَ اتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَۚ۱۳۲
ترجمه: اؤ وویرېږیٔ دَ هغه الله نه چې در ېٔ کړل هغه څیزونه چې پوهیږیٔ ۔
اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّ بَنِیْنَۚۙ۱۳۳
ترجمه: احسان ېٔ کړے درسره پهٔ څارویو اؤ ځامنو ،
وَ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍۚ۱۳۴
ترجمه: اؤ باغونو اؤ چینو ۔
اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍؕ۱۳۵
ترجمه: زهٔ ویرېږم پهٔ تاسو دَ لویے ورځې دَ آفت نه ۔ ف۸۴
ف۸۴: یعنی دومره سوچ خو وکړیٔ چې دا سامان تاسو ته درکړے چا دے؟ آیا تاسو خپل حقیقی محسن نهٔ پېژنیٔ؟ کهٔ ستاسو دَ نافرمانیٔ اؤ ناشکریٔ دغه حال وی نو زما سره فکر دے چې چرته دَپخوانو قومونو پهٔ شان پهٔ سخت عذاب کښې ګیر شیٔ ۔ ګوریٔ ما درته نصیحت وکړو اوس پهٔ خپل انجام خپله سوچ وکړیٔ ۔
قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَ عَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَۙ۱۳۶
ترجمه: هغوی ووې برابره ده مونږ ته کهٔ تهٔ نصیحت وکړې اؤ کهٔ نهٔ شې تهٔ نصیحت کؤنکے ۔
اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَۙ۱۳۷
ترجمه: نور هېڅ نشته خو دا خبره هسې دَ مخکښینیو خلقو عادت دے ۔
وَ مَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَۚ۱۳۸
ترجمه: اؤ پهٔ مونږ هېڅ آفت راتلونکے نهٔ دے ۔ ف۸۵
ف۸۵: یعنی ستا نصیحتونه بې فائدې دی ۔ دا خبرې پهٔ مونږ هېڅ اثر نهٔ کوی ۔ پخوا راسې دا طریقه راغلے ده چې ځنی خلق ځان ته دَ الله استاذی وائی اؤ خلقو ته دغسې نصیحتونه کوی ۔ دَ مرګ ژوند سلسله هم دغه شان چې دنیا پیدا شوے جاری ده ۔ څوک مری اؤ څوک پیدا کیږی ۔ مونږ به هم یوه ورځ مرو نو دَ مرګ نه څهٔ ویره ده ۔ نو مونږ هم هغه کارونه کوؤ کوم چې زمونږ پلار نیکهٔ کړی دی ، ستا پهٔ وینا دَ خپلو مشرانو طریقه نهٔ شو پرېښوې اؤ نهٔ دَ عذاب پهٔ دپکو ویرېږو ۔
فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۱۳۹
ترجمه: نو هغوی دروغژن وګڼلو ، نو تباه مو کړل ، ف۸۶ بېشکه پهٔ دې کښې یو غټ دلیل دے ۔ خو پهٔ دوی کښې اکثر خلق منونکی نهٔ دی ۔
ف۸۶: یعنی سخته سیلۍ پرې راغله اؤ ټول تباه شو ۔ دا قصه هم پهٔ سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۱۴۰
ترجمه: اؤ بېشکه ستا رب زبردست دے رحم کؤنکے ۔
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَۚۖ۱۴۱
ترجمه: دروغژن وګڼل ثمودیانو پېغمبران ۔
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَۚ۱۴۲
ترجمه: کله چې ووې هغوی ته دَ هغوی ورور صالح ۔ آیا تاسو نهٔ ویرېږیٔ ۔
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌۙ۱۴۳
ترجمه: زهٔ تاسو دپاره پیغام راؤړونکے یم معتبر ۔
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِۚ۱۴۴
ترجمه: نو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔
وَ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ١ۚ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَؕ۱۴۵
ترجمه: اؤ زهٔ نهٔ غواړم ستاسو نه پهٔ دې څهٔ بدله ۔ زما بدله خو دَ ټول جهان پهٔ مالک ده۔
اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَۙ۱۴۶
ترجمه: آیا پرېښودې به شیٔ تاسو دَ دې پهٔ څیزونو کښې بې خطرې ۔
فِیْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍۙ۱۴۷
ترجمه: پهٔ باغونو اؤ چینو کښې ۔
وَّ زُرُوْعٍ وَّ نَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌۚ۱۴۸
ترجمه: اؤ پټو کښې اؤ کجورو کښې چې دَ مېوې وږے ېٔ پوست دے ۔
وَ تَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَۚ۱۴۹
ترجمه: اؤ توږیٔ تاسو پهٔ غرونو کښې کورونه ډېر پهٔ مهارت سره ۔
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِۚ۱۵۰
ترجمه: نو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی ستاسو څهٔ خیال دے؟ چې پهٔ دې باغونو اؤ بنګلو کښې به همېشه دغه شان عیش عشرت کویٔ ، هېچرې به دَ دې نه وځیٔ نه؟ اؤ کهٔ دا مو خیال دے چې دا مضبوطې آبادیٔ به مو دَ الله دَ عذاب نه بچ کړی؟ دا سودا دَ زړهٔ نه وباسیٔ ۔ کهٔ دَ الله عذاب راغلو نو دا آبادیٔ مو نهٔ شی بچ کؤلے نو دَ الله دَ عذاب نه وویرېږیٔ اؤ زما پهٔ خبره یقین وکړیٔ دې کښې مو خیر دے ۔
وَ لَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَۙ۱۵۱
ترجمه: اؤ خبره مهٔ منیٔ دَ بې باکه خلقو ۔
الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَ لَا یُصْلِحُوْنَ۱۵۲
ترجمه: هغه چې فساد پیدا کوی پهٔ ملک کښې اؤ اصلاح نهٔ کوی ۔ ف۸۸
ف۸۸: دا خبره ېٔ عامو خلقو ته کړے وه چې تاسو دَ دې خپلو سردارانو خبره مهٔ منیٔ دَ دوی خو کار شرارت دے ، دَ خیر کار ېٔ دَ لاسه نهٔ کیږی ۔ تاسو پهٔ دوی پسې مهٔ ځیٔ زهٔ چې درته څهٔ وایم دا ومنیٔ پهٔ دې کښې مو خیر دے ۔
قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَۚ۱۵۳
ترجمه: هغوی ووې یقینًا پهٔ تا چا کړے دے جادو ۔
مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا١ۖۚ فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۱۵۴
ترجمه: تهٔ هم زمونږ پهٔ شان یو سړے ئ ۔ ف۸۹ نو پیش کړه نښه کهٔ تهٔ ئ رښتونے ۔ ف۹۰
ف۸۹: یعنی تهٔ زمونږ نه پهٔ څهٔ زیات ئ چې تهٔ نبی شوې اؤ مونږ نهٔ شو داسې ښکاری چې پهٔ تا چا جادو کړے دے ۔ عقل فکر دې خراب شوے دے نو ګډې وډې وائې ۔ (نعوذ بالله)
ف۹۰: یعنی کهٔ پهٔ رښتیا دَ الله نبی ئ نو هغهٔ ته سوال وکړه چې ستا دَ صداقت دپاره څهٔ داسې علامه مونږ ته وښییٔ چې زمونږ پرې یقین راشی ۔ بیا ېٔ ترېنه مطالبه وکړه چې دَ دې ګټ نه پهٔ دې شان اوښه را وباسه نو مونږ به ومنو چې تهٔ دَ الله رسول ئ ۔ صالح علیه السّلام الله ته سوال وکړو ، الله تعالیٰ ورته پهٔ خپل فضل هغه معجزه وښیٔله ۔ دَ ګټې نه هم هغه شان اوښه را ووته څنګه چې کافرو غوښته ۔
قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّ لَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍۚ۱۵۵
ترجمه: صالح ووې دا اوښه ده دَ دې دَ اوبو څښلو دپاره اؤ ستاسو دپاره یوه ورځ مقرره ده ۔ ف۹۱
ف۹۱: حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ کاڼی نه اوښه را ووته نو هغه به دَ صالحؑ پهٔ وینا پهٔ ورشو کښې آزاده ګرځېده ۔ چرته چې به ېٔ خوښه وه چا منع کؤلے نهٔ شوه خو هغه اوښه داسې هېبت ناکه وه چې دَ کلی نور څاروی به ترې ویرېدل پهٔ کوم تالاب چې به هغې اوبهٔ څښلې نور څاروی ورته نژدے نهٔ شو راتلې ۔ خلق ترېنه تنګ شو نو دَ هغوی پهٔ مطالبه ورته صالحؑ وار مقرر کړو چې یوه ورځ به اوښه دَ څر دپاره دې طرف ته ځی نور څاروی دې بلې غاړې ته ځی بیا به بله ورځ اوښه دې بلې غاړې ته ځی نو نور څاروی دې دې غاړې ته ځی ۔ دغه شان به وار پهٔ وار څر کوی اؤ وار پهٔ وار به اوبهٔ څښی ۔
وَ لَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۱۵۶
ترجمه: اؤ دې ته لاس مهٔ ور وړیٔ پهٔ بد نیت ، ګنی راګېر به مو کړی دَ لوئے ورځې عذاب ۔ ف۹۲
ف۹۲: یعنی دَ اوښې سره څهٔ بدی مهٔ کویٔ ګنی سخت عذاب به درباندې راشی ۔
فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَۙ۱۵۷
ترجمه: نو هغوی ېٔ ښپې پرې کړې بیا سحر پښېمانه پاتی شو ۔ ف۹۳
ف۹۳: موضح القرآن کښې دی ۔ دَ یو بد کارې ښځې ډېر څاروی وو هغه دَ اوبو اؤ دَ وښو دَ لاسه تنګه شوه ۔ خپل یو اشنا ېٔ ولمسؤلو ۔ هغهٔ دَ اوښې ورستیٔ ښپې پهٔ توره پرې کړې ۔ (اؤ اوښه ېٔ مړه کړه) دَ دې پهٔ دریٔمه ورځ بیا پهٔ ټول قوم عذاب راغلو ۔ دا قصه هم مخکښې سورتِ اعراف کښې تېره شوے ده ۔
فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۱۵۸
ترجمه: نو بیا هغوی راګېر کړل عذاب ، بېشکه پهٔ دې کښې غټ دلیل دے ۔ خو پهٔ دوی کښې اکثر خلق منونکی نهٔ دی ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۱۵۹
ترجمه: اؤ بېشکه ستا رب زبردست دے رحم کؤنکے ۔
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطِ اِ۟لْمُرْسَلِیْنَۚۖ۱۶۰
ترجمه: دروغژن وګڼل دَ لوط قوم پېغمبران ۔
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ لُوْطٌ اَلَا تَتَّقُوْنَۚ۱۶۱
ترجمه: کله چې ووې هغوی ته دَ هغوی ورور لوط ، آیا تاسو نه ویرېږیٔ ۔
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌۙ۱۶۲
ترجمه: زهٔ ستاسو دپاره پیغام راوړونکے یم معتبر ،
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِۚ۱۶۳
ترجمه: نو وویرېږیٔ دَ الله اؤ زما خبره ومنیٔ ۔
وَ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ١ۚ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَؕ۱۶۴
ترجمه: اؤ زهٔ نهٔ غواړم پهٔ دې ستاسو نه څه بدله ، زما بدله خو دَ ټول جهان پهٔ مالک ده۔
اَتَاْتُوْنَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعٰلَمِیْنَۙ۱۶۵
ترجمه: آیا تاسو رامنډه کویٔ پهٔ نرانو ۔ ف۹۴
ف۹۴: یعنی پهٔ ټوله دنیا کښې بس هلکان ستاسو دَ شهوت دپاره پاتې دی ، جینکۍ چرته نشته؟ یا پهٔ ټوله دنیا کښې یو تاسو دَ دې خراب کار دپاره پاتی شوی ییٔ؟
وَ تَذَرُوْنَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ١ؕ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ عٰدُوْنَ۱۶۶
ترجمه: اؤ پرېږدیٔ هغه ښځې چې پیدا کړی دی تاسو دپاره ستاسو رب ۔ بلکې ییٔ تاسو دَ حد نه وتونکی خلق ۔ ف۹۵
ف۹۵: تاسو خو داسې دَ انسانی فطرت خلاف کار کویٔ چې دَ سړیتوب نه ورپسې ووتئ ۔
قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰلُوْطُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِیْنَ۱۶۷
ترجمه: هغوی ووې ، اے لوط کهٔ تهٔ نهٔ منع کېږے ، نو ضرور به تهٔ دَ کلی نه ووېستے شې ۔ ف۹۶
ف۹۶: یعنی مونږ ته نور نصیحتونه مهٔ کوه بس کړه اؤ کهٔ نهٔ منع کېږې نو دَ کلی نه به دې وشړو (چې خلاص شو درنه)
قَالَ اِنِّیْ لِعَمَلِكُمْ مِّنَ الْقَالِیْنَؕ۱۶۸
ترجمه: لوط ووې ، زهٔ ستاسو دَ دې کار نه بیزار یم ۔ ف۹۷
ف۹۷: یعنی ستاسو دَ دې عمل نه زما نفرت دے نو زهٔ دَ نصیحت نه منع کېدے نهٔ شم (تاسو چې څهٔ کویٔ هغه وکړیٔ)
رَبِّ نَجِّنِیْ وَ اَهْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ۱۶۹
ترجمه: اے ربه خلاص کړې ما اؤ زما کورنۍ دَ دوی دَ دې کارونو نه ، ف۹۸
ف۹۸: یعنی اے الله دَ دوی دَ دې بدبختیٔ نه مونږ وساتې اؤ دوی تباه کړې ۔
فَنَجَّیْنٰهُ وَ اَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَۙ۱۷۰
ترجمه: نو مونږ بچ کړو هغه اؤ دَ هغهٔ کورنۍ ټول ۔
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَۚ۱۷۱
ترجمه: بې دَ یوې بوډۍ نه چې پاتې شوه پهٔ تباه کېدونکیو کښې ۔ ف۹۹
ف۹۹: دا پاتې دَ لوطؑ ښځه وه چې دَ خپل قوم سره ملګرے وه چې عذاب راغلو نو هغه هم پکښې هلاکه شوه ۔
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَۚ۱۷۲
بیا مو تباه کړل هغه نور ،
وَ اَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا١ۚ فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ۱۷۳
ترجمه: اؤ بیا مو ورباندې ورؤلو یو باران ۔ نو څومره خراب باران وهٔ دَ ویرؤلو شویو ۔ ف۱۰۰
ف۱۰۰: یعنی کلی وربادنې اپوټه واړؤلی شو اؤ بیا ورباندې دَ کاڼیو باران وورېدو ۔ دا قصه هم مخکښې پهٔ سورتِ اعراف کښې پوره پهٔ تفصیل سره تېره شوے ده۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۱۷۴
ترجمه: بېشکه پهٔ دې یو غټ دلیل دے ۔ خو پهٔ دوی کښې اکثر خلق منونکی نهٔ وو۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۱۷۵
ترجمه: اؤ بېشکه ستا رب دے زبردست رحم کؤنکے ۔
كَذَّبَ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ الْمُرْسَلِیْنَۚۖ۱۷۶
ترجمه: دروغژن وګڼل دَ بڼ وسیدنکیو خپل پېغمبران ۔ ف۱۰۱
ف۱۰۱: ابن کثیرؒ لیکلی دی چې اصحاؔبِ ایکه هم هغه اصحابِ مدین دی ۔ ایکه دَ یو ونې نوم دے چې دې خلقو به ورته عبادت کؤلو ځکه ورته اصحابِ ایکه وئیلی شی ۔ دلته شعیب علیه السّلام ته اَخُوْهُمْ نهٔ دی وئیلی شوی لکه دَ اصحابِ مدین سره چې وئیلی شوی دی ۔ مدین دَ قوم نوم وهٔ اؤ شعیبؑ هم دَ دغه قوم یو فرد وهٔ ۔ دَ هغه کافرانو سره ېٔ قومی رشته وه نو دَ هغو ورور ورته ووئیلی شو ۔ لېکن دلته پهٔ اصحابِ الایکه کښې دغه قوم پهٔ یو مذهبی تعلق یاد شوے دے نو پهٔ دې حیثیت ېٔ شعیبؑ ته دَ هغو ورور وئیل مناسب نهٔ وو ۔ دَ دې قوم قصه هم مخکښې پوره پهٔ تفصیل سره تېره شوی ده ۔
اِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَیْبٌ اَلَا تَتَّقُوْنَۚ۱۷۷
ترجمه: کله چې ووې دوی ته شعیب ، آیا تاسو نهٔ ویرېږیٔ ۔
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌۙ۱۷۸
ترجمه: زهٔ تاسو ته پیغام راؤړونکے یم اعتباری ۔
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوْنِۚ۱۷۹
ترجمه: نو دَ الله نه وویرېږیٔ اؤ زما خبره ومنیٔ ۔
وَ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ١ۚ اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَؕ۱۸۰
ترجمه: اؤ زهٔ نهٔ غواړم پهٔ دې ستاسو نه څهٔ بدله ۔ زما بدله خو دَ ټول جهان پهٔ مالک ده۔
اَوْفُوا الْكَیْلَ وَ لَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُخْسِرِیْنَۚ۱۸۱
ترجمه: اؤ پوره ډکه ورکویٔ پیمانه اؤ مهٔ جوړېږیٔ نقصان ورکؤنکی ۔
وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِۚ۱۸۲
ترجمه: اؤ تول کویٔ پهٔ نېغه ډنډیٔ ۔ ف۱۰۲
ف۱۰۲: یعنی پهٔ کاروبار کښې بې انصافی اؤ خیانت مهٔ کویٔ ۔ دَ څیز اخستو پهٔ وخت چې څنګه کویٔ دَ څیز خوڅؤلو پهٔ وخت هم هغه شان تول کویٔ ۔ دا مهٔ کویٔ چې اخلیٔ درانهٔ اؤ ورکویٔ سپک پهٔ دې کښې دَ الله مخلوق ته نقصان رسی۔
وَ لَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَ لَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَۚ۱۸۳
ترجمه: اؤ کم مهٔ ورکویٔ خلقو ته څیزونه ۔ اؤ منډې مهٔ وهیٔ پهٔ ملک کښې فساد کؤنکی ۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: یعنی ډاکے اؤ غلا هم مهٔ کویٔ ، دَ خلقو مال پهٔ زور زیاتیٔ مهٔ قبضه کویٔ۔
وَ اتَّقُوا الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَ الْجِبِلَّةَ الْاَوَّلِیْنَؕ۱۸۴
ترجمه: اؤ دَ هغه الله نه وویرېږیٔ چې تاسو ېٔ هم پیدا کړی ېٔ اؤ ستاسو نه مخکښې خلق هم ،
قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَۙ۱۸۵
ترجمه: هغوی ووې پهٔ تا خو جوړ چا جادو کړے دے۔
وَ مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَ اِنْ نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَۚ۱۸۶
ترجمه: اؤ تهٔ هم داسې یو بنیادم ئ لکه مونږه ۔ اؤ زمونږ خو دا خیال دے چې تهٔ دروغژن ئ ۔ ف۱۰۴
ف۱۰۴: یعنی تهٔ چې دَ نبوت کومه دعویٰ کوے اؤ مونږ دَ عذاب نه ویروے نو زمونږ دا خیال دے چې ستا دا خبرې ټولې دروغ دی ۔
فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَؕ۱۸۷
ترجمه: نو را وغورزوه پهٔ مونږ یوه ټوکړه دَ آسمان نه ۔ کهٔ تهٔ رښتونے ئ ۔ ف۱۰۵
ف۱۰۵: کهٔ ستا دعویٰ رښتیا وی نو پهٔ مونږ دَ آسمان نه یوه ټوکړه را وغورزوه ، ټول تباه کړه (یعنی هغه عذاب راوله دَ کوم نه چې مونږ ویروے)
قَالَ رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۱۸۸
ترجمه: شعیب ووې زما رب ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ۔ ف۱۰۶
ف۱۰۶: یعنی پهٔ دې الله خبر دے چې پهٔ کوم جرم څومره سزا اؤ کوم وخت پکار ده ۔ عذاب راوستل زما کار نهٔ دے ۔ زما کار صرف خلق خبرؤل دی ۔ ما خپل کار وکړو ، تاسو مې خبر کړیٔ ۔ عذاب راوستل دَ الله کار دے ۔ هر کله چې ېٔ درباندې راولی ۔
فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمْ عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ۱۸۹
ترجمه: نو دروغژن ېٔ وګڼلو نو بیا راګېر کړل دوی دَ سیوری دَ ورځې عذاب ۔ بېشکه وهٔ دا عذاب دَ لوئے ورځې ۔ ف۱۰۷
ف۱۰۷: پهٔ آسمان وریځ لکه دَ چتر راخوره شوه اؤ ترېنه وویرېدل ۔ پهٔ زمکه سخته زلزله راغله چې یو هیبت ناک آواز (ګړزا غرا) وه پکښې ۔ پهٔ دې طریقه ټول قوم تباه شو ۔ دا قصه هم پهٔ سورتِ اعراف وغېره کښې مخکښې تېره شوے ده ، هغه فوائد وګوریٔ ۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً١ؕ وَ مَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۱۹۰
ترجمه: بېشکه پهٔ دې واقعه کښې یو غټ دلیل دے ۔ خو پهٔ هغوی کښې اکثر منونکی نهٔ وو ۔
وَ اِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ۠۱۹۱
ترجمه: اؤ بېشکه ستا رب دے زبردست ، رحم کؤنکے ۔
وَ اِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَؕ۱۹۲
ترجمه: اؤ دا قرآن دے نازل شوے دَ رب العالمین له طرفه ۔
نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُۙ۱۹۳
ترجمه: راکوز کړے دے یو اعتباری فرښتې ۔
عَلٰی قَلْبِكَ لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ۱۹۴
ترجمه: ستا پهٔ زړهٔ چې شې تهٔ له ویرؤنکیو نه ۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: دَ سورت پهٔ شروع کښې دَ قرآن کریم ذکر وهٔ اؤ تکذیب کؤنکی دَ عذاب نه ویرؤلی شوی وو ، ترمینځه دَ عبرت دپاره دَ تکذیب کؤنکیو قومونو ځنی واقعات بیان شو ۔ اوس بیا خپل اصل مضمون شروع کیږی ۔ یعنی قرآن کریم هغه مبارک کتاب دے چې دَ ربّ العالمین دَ طرفه جبرئیل امین دَ ستا پهٔ پاک و صاف زړهٔ راکوز کړے دے ، ځکه چې دَ الله پهٔ علم کښې هم ستا زړهٔ دَ دې لوئے امانت دَ پیټی پورته کؤلو قابل وهٔ ۔ نو دَ قرآن وحې ستا پهٔ زړهٔ کښې ننوته ۔ تا ورباندې ځان پوهه کړو اؤ پهٔ زړهٔ کښې دې محفوظه کړه ۔ شاید چې ” عَلٰی قَلْبِكَ “ کښې دَ وحې نازلېدو هغې حالت ته اشاره وی کوم چې حدیث شریف کښې بیان دے ، چې پهٔ حضور اکرمﷺ دَ وحې نازلېدو دوه طریقې وې کله کله به دَ جرس دَ مسلسل آواز پهٔ شان راتله اؤ کله به جبرئیلؑ دَ بنیادم پهٔ شکل راغلو اؤ لکه دَ بنیادمو به ېٔ دَ حضور اکرمﷺ سره پهٔ خبرو وحې را ورسؤله ۔ دَ قرآن وحې به اکثر پهٔ اوله طریقه راتله پهٔ دې دواړو حالتونو کښې فرق دا وهٔ چې پهٔ اول کیفیت کښې به رسول اللهﷺ دَ بشریت دَ حالت نه ملکوتی حالت ته لاړو ګویا پهٔ هغه وخت به دَ بدن ټول ظاهری حواس معطل وو ۔ خالص روحانی طاقت به کار کؤلو ۔ دَ زړهٔ په غوږو به ېٔ دَ وحې آواز واؤرېدو اؤ دَ زړهٔ پهٔ سترګو به ېٔ فرښته لیده اؤ دَ زړهٔ پهٔ قوت به ېٔ علومِ الٰهی حاصلؤل اؤ پهٔ زړهٔ کښې به ېٔ محفوظ کؤل ۔ اؤ پهٔ دویٔم حالت کښې به فرښته دَ ملکوتی کیفیت نه بشری کیفیت ته راکوزه شوه اؤ رسول اللهﷺ به پهٔ ظاهری غوږونو دَ وحې الفاظ اورېدل اؤ پهٔ ظاهری سترګو به ېٔ فرښته لیده ۔ دغه وجه ده چې دَ وحې دَ اول کیفیت متعلق حضور اکرمﷺ فرمائی : ”ھُوَ اَشَدُّهٗ عَلَیَّ“ دا کیفیت پهٔ ما ډېر ګران وهٔ ځکه چې پهٔ دې کښې دَ بشریت نه ملکوتی حالت ته ختل وو ۔ والله اعلم ۔
بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍؕ۱۹۵
ترجمه: پهٔ صفا واضحه عربۍ ژبه ۔ ف۱۰۹
ف۱۰۹: یعنی دا قرآن پهٔ صفا واضحه عربیٔ ژبه نازل شوے دے ۔ یعنی پهٔ قلب باندې دَ نازلېدو مطلب دا نهٔ دے چې صرف دَ قرآن مضامین دَ حضور اکرمﷺ پهٔ زړهٔ واچؤلی شو بیا هغوی دا مضامین پهٔ خپلو الفاظو کښې بیان کړل ، نه بلکې الفاظ اؤ مضامین ټول دَ الله دَ طرف نه دَ وحې پهٔ ذریعه دَ رسول اللهﷺ پهٔ زړهٔ کښې اچؤلی شوی دی ۔
وَ اِنَّهٗ لَفِیْ زُبُرِ الْاَوَّلِیْنَ۱۹۶
ترجمه: اؤ دا لیکلے شوے ده پهٔ وړاندینیو کتابونو کښې ۔ ف۱۱۰
ف۱۱۰: یعنی دَ قرآن اؤ دَ قرآن دَ راؤړونکی خبر پهٔ زړو آسمانی کتابونو کښې موجود دے ۔ تېرو شویو رسولانو ټولو دَ آخری نبیﷺ متعلق خپلو خپلو امتونو ته دَ مخکښې نه خبر ورکړے دے ۔ اؤ سره دَ دې چې پهٔ زړو کتابونو کښې ډېر رد و بدل شوے دے بیا هم تر اوسه ورکښې دَ دې پیشنګویو کافی ذخیره موجود ده ۔ دا مطلب ېٔ هم کېدے شی چې دَ دې کتاب بنیادی مضامین مختصر اؤ مفصل پهٔ زړو کتابونو کښې موجود دی ۔ لکه توحید ، رسالت ، آخرت ، جزا و سزا وغېره بنیادی خبرې ټولو آسمانی مذهبونو کښې شریکې دی ۔
اَوَ لَمْ یَكُنْ لَّهُمْ اٰیَةً اَنْ یَّعْلَمَهٗ عُلَمٰٓؤُا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَؕ۱۹۷
ترجمه: آیا دا دَ دوی دپاره دلیل نهٔ دے ۔ چې خبر دی پهٔ دې دَ بنی اسرائیلو لوستونکی کسان ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی دَ بنی اسرائیلو عالمنا ښهٔ پوهیږی چې دا هم هغه کتاب دے اؤ هم هغه نبی دے دَ کوم خبر چې آسمانی کتابونو ورکړے دے پهٔ توریٰت اؤ انجیل کښې موجود دے ۔ پهٔ دې وجه ځنی حق پرستو یهودی عالمانو اسلام قبول کړو لکه عبدالله بن سلامؓ اؤ دَ هغهٔ ملګریو ۔ اؤ ځنو به دَ عناد پهٔ وجه پهٔ حرګنده نهٔ وې خو خپلو پټو مجلسونو کښې به ېٔ دَ حق اقرار کؤلو ۔ غرض دا چې یومنصف اؤ پوهه بنده چې دَ الله نه ویریږی دَ هغهٔ دپاره دا دَ قرآن دَ حقانیت یو مضبوط دلیل دے چې دَ نورو مذهبونو عالمان هم دَ قرآن پهٔ حقانیت پوهیږی اګرچې پهٔ څهٔ وجه ېٔ اقرار نهٔ کوی ۔
وَ لَوْ نَزَّلْنٰهُ عَلٰی بَعْضِ الْاَعْجَمِیْنَۙ۱۹۸
ترجمه: اؤ کهٔ نازل کړے وې مونږ دا قرآن دَ بلې ژبې پهٔ چا باندې ۔
فَقَرَاَهٗ عَلَیْهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ مُؤْمِنِیْنَؕ۱۹۹
ترجمه: بیا لوستے هغهٔ دا قرآن ، نو بیا به هم پرې دوی یقین نهٔ کؤلو ۔ ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی تهٔ خو خپله فصیح عرب ئ نو ممکنه ده چې دَ مشرکانو دا خیال وی چې دا قرآن به تا دَ ځان نه جوړ کړے وی ( اګرچې دَ قرآن اعجاز دې حد ته رسېدلے دے چې ټول بنیادم اؤ پیریان ېٔ نظیر نهٔ شی پیش کؤلے) بیا هم دا بدبخته چې څهٔ وائی وئیلی شی اؤ بالفرض کهٔ مونږ دا قرآن پهٔ یو عجمی سړی نازل کړے وې چې دَ عربیٔ پهٔ ټکی نهٔ پوهېدے بیا به هم دوی منونکی نهٔ وو ۔ څهٔ نور څهٔ خبرې به ېٔ پکښې راوېستې وې ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی: کافرو به وې ستا ژبه هم عربی ده اؤ قرآن هم پهٔ عربۍ کښې دے نو زمونږ شک دے چې دا دَ الله کلام نهٔ دے ۔ تهٔ ېٔ دَ ځان نه جوړوے ۔ کهٔ یو عجمی بنده داسې پهٔ صفا عربۍ قرآن مونږ ته اورؤلے نو زمونږ به یقین راغلے وهٔ چې دا دَ الله کلام دے ۔ نو دَ هغې متعلق دا ارشاد دے چې دا خلق بیا هم منونکی نهٔ وو بل څهٔ خبره به ېٔ واوېستې وه ۔
كَذٰلِكَ سَلَكْنٰهُ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَؕ۲۰۰
ترجمه: پهٔ دې طریقه مونږ ننوېستو دَ مجرمانو پهٔ زړونو کښې ۔
لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَۙ۲۰۱
ترجمه: دوی به نهٔ منی دا قرآن تر څو چې ونهٔ وینی دردناک عذاب ۔ ف۱۱۳
ف۱۱۳: یعنی څوک چې پهٔ ګناهونو عادت شی اؤ خپل طاقتونه پهٔ نافرمانیٔ لګیا کوی نو الله تعالیٰ ېٔ هم دغه شان پرېږدی اؤ انکار ېٔ پهٔ زړهٔ ورننوځی ۔ بیا پرې نصیحت اثر نهٔ کوی ۔ (دا تفسیر دَ ترجمې موافق دے اؤ اکثرو مفسرانو دَ ”سَلَکْنَاهُ“ ضمیر قرآن ته راجع کړے دے ۔ یعنی مونږ دغه شان قرآن دَ مجرمانو پهٔ زړهٔ کښې ورننه باسو ۔ پهٔ زړهٔ کښې پرې ښهٔ پوهه شی چې دَ بنیادم کلام نهٔ دے خو بیا هم دَ خپل ضد اؤ بدبختیٔ پهٔ وجه ایمان نهٔ راؤړی تر څو چې ېٔ پهٔ دنیا یا پهٔ آخرت کښې دردناک عذاب پهٔ خپلو سترګو نهٔ وی لیدلے ۔ بیا به ېٔ منی خو څهٔ خیر به ېٔ نهٔ وی ۔
فَیَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَۙ۲۰۲
ترجمه: بیا را به شی پهٔ دوی ناڅاپه اؤ دوی به خبر هم نهٔ وی ۔
فَیَقُوْلُوْا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُوْنَؕ۲۰۳
ترجمه: بیا به وائی آیا مونږ ته به څهٔ مهلت راکؤلے شی ۔ ف۱۱۴
ف۱۱۴: یعنی چې عذاب پهٔ سترګو ووینی بیا به چغې وهی چې لږ مهلت راکړه چې خپل ځان سم کړو اؤ دَ پېغمبرانو پهٔ وینا عمل وکړو ۔ پهٔ دنیا کښې خو به ېٔ پېغمبرانو باندې دَ عذاب جلتی کؤله اوس مهلتونه غواړی؟
اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ۲۰۴
ترجمه: آیا دوی زمونږ عذاب پهٔ تادیٔ غواړی ۔
اَفَرَءَیْتَ اِنْ مَّتَّعْنٰهُمْ سِنِیْنَۙ۲۰۵
ترجمه: ښه نو تهٔ وګوره کهٔ مونږ دوی ته فائده ورسوؤ څو کاله ۔
ثُمَّ جَآءَهُمْ مَّا كَانُوْا یُوْعَدُوْنَۙ۲۰۶
ترجمه: بیا راشی ورباندې هغه شے چې وعده ېٔ ورسره شوے ده ۔
مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَؕ۲۰۷
ترجمه: نو دَ دوی به څهٔ پکار راشی هغه فائده چې پورته کړے ېٔ ده ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۵: یعنی پهٔ کالونو چې مو کوم مهلت پهٔ دنیا کښې وکړے وهٔ ، هغه به ورته اوس لږ ښکاری ۔ وائی به چې مونږ خو ېٔ ډېر ژر راګېر کړو ، هډو څهٔ مهلت ېٔ رانهٔ کړو ۔ ”کَاَنَّھُمْ یَوْمَ یَرَوْنَھَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحَاھَا“ (سوره نازعات ، رکوع ۲)
(پهٔ کومه ورځ چې عذاب ووینی وائی به چې مونږ خو پهٔ دنیا کښې دَ یوې شپې یا یوې غرمې نه زیات وخت نهٔ دے تېر کړے)
وَ مَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ٥ۗۛۖ۲۰۸
ترجمه: اؤ نهٔ دے تباه کړے یو کلے هم مونږ چې نهٔ وهٔ راغلے پکښې ویرؤنکے ،
ذِكْرٰی١ۛ۫ وَ مَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ۲۰۹
ترجمه: دَ نصیحت دپاره ، اؤ زمونږ کار نهٔ دے ظلم کؤل ۔ ف۱۱۶
ف۱۱۶: یعنی مونږ یو قوم هم داسې ناڅاپی نهٔ دے تباه کړے ۔ دَ عذاب راستو نه مخکښې اؤ دَ ځان سمؤلو دپاره ډېر مهلت مو ورکړے وهٔ ۔ دَ الله دَ عذاب نه ویرؤلو اؤ نصیحت کؤلو دپاره مو ورته پېغمبران راستؤلی وو خو چې دوی پهٔ هېڅ شان سمې لارې ته نهٔ راؤړېدل نو بیا مو داسې تباه کړل چې نوم نشان ېٔ پاتې نهٔ شو ۔
وَ مَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ۲۱۰
ترجمه: اؤ نهٔ دے نازل کړے دا قرآن شیطانانو ۔
وَ مَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَ مَا یَسْتَطِیْعُوْنَؕ۲۱۱
ترجمه: اؤ نهٔ داسې کار هغوی سره لائق دے اؤ نهٔ ېٔ کؤلے شی ۔ ف۱۱۷
ف۱۱۷: تر دا مینځه دَ عبرت دپاره دَ مکذبینو حالات بیانؤلو نه پس بیا زوړ مضمون شروع کیږی ۔ فرمائیلی شوی وو : اِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ
(چې دا قرآن دَ ربُ العالمین دَ طرف نه جبریل امین راؤړے دے) اؤ هم هغه خبره پوره کوی چې دا قرآن شیطانانو نهٔ دے راؤړے ۔ دا کتاب دَ اول نه تر آخره دَ نور و هدایت اؤ اصلاح اؤ نیکیٔ نه ډک دے ۔ دَ شیطان نه داسې کار چرته کېدے شی ۔ دَ شیطان خو فطرت شر اؤ فساد خورؤل دی ۔ دَ خیر کار دَ شیطان دَ فطرت سره مناسب نهٔ دے اؤ نهٔ شیطان دَ خیر کار کؤلے شی ۔ دَ ځنو مشرکانو دا عقیده وه چې رسول اللهﷺ ته څوک پېرے دا قرآن ښیٔ ۔ پهٔ احادیثو کښې راځی چې یو ځل ډېرې ورځې وحې نهٔ وه راغلے نو یوې مشرکې ښځې حضور اکرمﷺ ته ووې ستا شیطان تهٔ پرېښوے (اوس درته نهٔ راځی)۔ نعوذ بالله ۔
پهٔ دې آیت کښې دَ دې غلطې عقیدې تردید شوے دے ۔
اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَؕ۲۱۲
ترجمه: شیطانان خو دَ اورېدو دَ ځایه لرې کړی شوی دی ۔ ف۱۱۸
ف۱۱۸: یعنی دَ قرآن دَ نازلېدو پهٔ زمانه کښې دَ قرآن دَ حفاظت دپاره داسې غیبی څوکیداران مقرر وو چې شیطان ورته نژدے هم نهٔ شو راتلے اؤ نهٔ ېٔ دَ قرآن یو ټکې چرته اورېدے شو ۔ ”وَ اَنَّا کُنَّا نَقْعُدُ مِنْھَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَنْ یَّسْتَمِعِ الْاٰنَ یَجِدْ لَهٗ شِھَابًا رَّصَدًا“ (سورتِ جن ، رکوع ۱)
(اؤ دا چې مونږ به کښېناستو دَ اورېدو دپاره پهٔ ځایونو کښې خو اوس چې ېٔ څوک اوری نو یو سکروټه ورته پهٔ ساؤ کښې پرته وی) اؤ بل ځائې ارشاد دے ۔ ”فَاِنَّهٗ یَسْلُکُ مِنْۢ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهٖ رَصَدًا“ (سوره جن ، رکوع ۲)
(نو هغه روانوی دَ هغهٔ نه وړاندې اؤ وروستو څوکیدار)
اؤ بل ځائې ارشاد دے: لَا یَأْتِیْهِ الْبَاطِلُ مِنْۢ بَیْنِ یَدَیْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهٖ تَنْزِیْلٌ مِّنْ حَکِیْمٍ حَمِیْدٍ (سوره حٰم السّجدة ، رکوع ۵)
نهٔ شی راتلې باطل دے قرآن ته نهٔ دَ مخې نه اؤ نهٔ دَ شا نه دا نازل کړے دے دَ حکمت اؤ تعریفونو خاوند)
تنبیه: دَ بعثتِ محمّدیﷺ نه پس دَ شیطانانو پهٔ غیبی خبرو اورېدو کښې ناکامه کېدو باندې مونږ پوره تفصیل دَ سورتِ حجر پهٔ شروع کښې لیکلے دے هغه ضرور وګوریٔ ۔
فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَۚ۲۱۳
ترجمه: نو تهٔ مهٔ بله الله سره بل معبود ، ګنی پرې به وځې پهٔ عذاب کښې ۔ ف۱۱۹
ف۱۱۹: دا حکم شوے دے حضور اکرمﷺ ته خو مطلب ېٔ نورو خلقو ته اورؤل دی چې دا کتاب بېشکه دَ الله دَ طرفه نازل شوے دے ، دَ شیطان پکښې هېڅ دخل نشته نو دَ دې پهٔ تعلیم (چې اصل بنیاد ېٔ توحید دے) عمل وکړیٔ اؤ دَ شرک اؤ کفر شیطانی لار مهٔ خوښویٔ ګنی دَ الله دَ عذاب نه مو پهٔ هېڅ شان خلاصې نشته ۔
وَ اَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَۙ۲۱۴
ترجمه: اؤ تهٔ وویروه خپل نژدے خپلوان ۔ ف۱۲۰
ف۱۲۰: یعنی دَ نورو خلقو نه مخکښې اول خپلو نژدو خپلوانو ته نصیحت وکړه چې دَ هغو حق دَ نورو نه زیات دے ۔ شاه صاحب لیکلی دی دا آیت چې نازل شو نو حضور اکرمﷺ ټول قریش راغونډ کړل ۔ دا آیت ېٔ ورته واورؤلو ، اؤ خپل ترهٔ اؤ ترور ته ېٔ ووې چې دَ ځانونو غم وکړیٔ کهٔ شرک مو پرې نهٔ ښو نو زهٔ مو بیا دَ الله دَ عذاب نهٔ شم خلاصؤلے ۔
وَ اخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَۚ۲۱۵
ترجمه: اؤ ښکته کړه خپل وزر هغه مؤمنانو ته چې ستا ملګری دی ۔ ف۱۲۱
ف۱۲۱: یعنی دَ مؤمنانو سره مینه کوه اؤ پهٔ نرمیٔ ورسره چلېږه خپل وی کهٔ پردی۔
فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَۚ۲۱۶
ترجمه: بیا کهٔ دوی ستا خبره ونهٔ منله نو ورته ووایه زهٔ بیزار یم ستاسو دَ کارونو نه ۔ ف۱۲۲
ف۱۲۲: یعنی څوک چې دَ الله دَ حکم نافرمانی کوی دَ هغوی نه ویزار شه خپل وی کهٔ پردې ۔
وَ تَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِۙ۲۱۷
ترجمه: اؤ اعتماد وکړه پهٔ هغه زبردست رحم کؤنکی باندې ۔ ف۱۲۳
ف۱۲۳: اؤ پهٔ یو الله اعتماد وکړه ۔ نافرمانه هر څومره اؤ هر څوک چې وی تا ته هېڅ ضرر نهٔ شی رسؤلے ۔ الله ستا ملګرے دے اؤ هغه پهٔ ټولو زبردست اؤ غالب دے دَ هغهٔ مقابله هېڅوک نهٔ شی کؤلے ، پهٔ تا مهربانه دے ۔ هر وخت به دې پهٔ خپل حفاظت کښې ساتی ۔
الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُۙ۲۱۸
ترجمه: هغه چې تا وینی څهٔ وخت چې تهٔ پاڅې،
وَ تَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ۲۱۹
ترجمه: اؤ ستا ګرځېدل راګرځېدل پهٔ نمونځ ګذارو باندې ۔ ف۱۲۴
ف۱۲۴: یعنی کوم وخت چې تهٔ دَ شپې تهجدو ته پاڅې اؤ پهٔ خپلو ملګریو ګرځې چې ودهٔ دی کهٔ عبادت ته بیدار شوی دی یا چې دَ جمع نمانځهٔ ته ودرېږې اؤ دَ مقتدیانو صفونه سموے اؤ رکوع سجدې ته نقل و حرکت کوے نو الله تا وینی اؤ ستا دَ هر حرکت نګرانی کوی ۔
دَ ځنو مفسرانو پهٔ خیال دَ ساجدین نه مراد دَ حضور اکرمﷺ مشران دی یعنی دَ یو نبی دَ صلب نه دَ بل نبی صلب ته دَ حضورﷺ نور مبارک منتقل کېدل تر دې چې دنیا ته ظاهر شو ۔ بلکې ځنو مفسرانو خو دَ دې لفظ نه دَ حضور اکرمﷺ دَ مور پلار ایمان هم ثابت کړے دے ۔ والله اعلم۔
اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۲۲۰
ترجمه: هم هغه اورېدونکے خبردار دے ،
هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُؕ۲۲۱
ترجمه: آیا زهٔ وښیٔم تاسو ته چې پهٔ چا راکوزیږی شیطانان؟
تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍۙ۲۲۲
ترجمه: راکوزیږی پهٔ هر ډېر دروغژن ګناهګار ۔ ف۱۲۵
ف۱۲۵: دې آیت کښې بیا دَ قرآن دَ صداقت دلیل دے ۔ یعنی دَ داسې عابدانو اؤ تهجد کؤنکیو امام چې دَ الله دَ رضا دپاره ېٔ خپلو پردو ټولو ته شا کړے ده ۔ اؤ پهٔ یو الله ېٔ اعتماد دے ۔ دَ داسې بنده پهٔ حق کښې څوک وئیلی شی چې دهٔ ته به شیطان وحې راؤړی؟ راځیٔ چې زهٔ درته وښیٔم چې شیطان چا ته خبرونه راؤړی ۔ شیطان هغه خلقو ته راځی څوک چې دروغژن وی ، بدمعاش اؤ بدکار وی ۔ شیطان خو دَ نیک بنده نه لرې لرې تښتی ۔ ځکه چې هغه ېٔ دَ شیطانیٔ خبره نهٔ منی اؤ ناکاره بدعمله ېٔ خوښ وی ځکه چې هغه دَ شیطان پهٔ لار روان وی اؤ دَ هغهٔ خبره منی نو پهٔ ټولو رښتونو کښې زیات رښتونے اؤ پهٔ ټولو نیکانو کښې زیات نیک بنده رسول اکرمﷺ سره دَ شیطان څهٔ کار دے؟ دَ حضور اکرمﷺ صداقت ، امانت اؤ پاکبازی خو دَ وړوکوالی راسې پهٔ ټول قوم کښې مشهوره وه ۔ خلقو ورته دَ صادق الامین لقب ورکړے وهٔ ۔
یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَ اَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَؕ۲۲۳
ترجمه: راوړی ورته اورېدلے خبرې اؤ اکثر پکښې دروغژن دی ۔ ف۱۲۶
ف۱۲۶: یعنی شیطان چې پهٔ منډه کښې چرته یوه نیمه خبره دَ غیبو واؤری نو نورې ورسره دَ ځانه جوړې کړی اؤ خپلو جوګیانو دوستانو ته ېٔ ورسوی ۔ نو دَ شیطانی خبرونو دا حقیقت دے چې لږ رښتیا اؤ زیات دروغ ۔ لېکن دَ نبیانو پهٔ وحې کښې چې فرښتې ېٔ راؤړی یو ټکې هم دروغ نهٔ دی ۔ ځنو مفسرانو دَ ”یُلْقُوْنَ السَّمْعَ“ دا مطلب بیان کړے دے چې شیطانانو غوږونه آسمان ته تکیٔ کړی وی کهٔ څهٔ دَ غیبو خبره واؤرو چې خپلو دوستانو ته ېٔ ورسوؤ ۔ اؤ جوګیانو خپل غوږونه شیطانانو ته تکیٔ کړی وی کهٔ څهٔ خبره راته راؤړی چې خلقو کښې ېٔ خور کړو ۔
وَ الشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَؕ۲۲۴
ترجمه: اؤ دَ شاعرانو تابعداری کوی ګمراه خلق ، ف۱۲۷
ف۱۲۷: کافرانو به رسول اللهﷺ ته کله جوګی وې اؤ کله به ېٔ ورته شاعر وې ۔ نو پهٔ دې آیت کښې ارشاد دے چې دَ شاعرانو خبرې خو تش خیالات دی هسې دَ مجلس ګرمؤلو اؤ دَ وقتی جوش خبرې وی ، حقیقت ورکښې هېڅ هم نهٔ وی اؤ چا ته ترېنه هېڅ خیر هم نهٔ رسی ۔ پهٔ هغه وخت خلق واه واه اؤ شاباش ووائی بیا ېٔ څهٔ اثر نهٔ وی لېکن دَ پېغمبرﷺ مجلس اؤ نصیحتونو پهٔ زرګونو خلق نیکان اؤ پرهېزګاره کړل ۔ دَ ژوند رخ ېٔ ټول بدل شو ۔ نو دا څنګه شاعری کېدے شی؟
اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَۙ۲۲۵
ترجمه: آیا تهٔ نهٔ وینې چې دوی پهٔ هر میدان کښې سرګردانه ګرځی ۔ ف۱۲۸
ف۱۲۸: یعنی شاعر چې پهٔ کومه خبره پسې شی نو خلاصې ېٔ بیا نهٔ وی ۔ کهٔ دَ چا پهٔ صفت شروع وکړی نو فرښته ترې جوړه کړی اؤ کهٔ دَ چا پهٔ بدو اخته شی نو دَ ټول جهان عیبونه پکښې راجمع کړی غرض دا چې دَ دروغو ، مبالغو اؤ خیالاتو پهٔ کومه کنده چې سر شی نو بیا شا ته نهٔ ګوری دغه شان پکښې روان وی ۔ ځکه خو دَ شعر متعلق مشهوره ده چې
اکذبِ اُو احسنِ اُو
کوم کښې چې ډېر دروغ وی هغه ډېر ښهٔ وی ۔
وَ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَۙ۲۲۶
ترجمه: اؤ دوی کوی هغه خبرې چې عمل پرې نهٔ کوی ۔ ف۱۲۹
ف۱۲۹: یعنی دَ شاعر کار دروغ وئیل دی هغه خبرې به کوی چې خپله پرې عمل نهٔ کوی ۔ نو دَ یو پېغمبر اؤ بیا دَ ټولو پېغمبرانو دَ سردار دَ داسې خلقو سره څهٔ تعلق کېدے شی؟ ځکه خو ارشاد دے: ”وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَ مَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ“ (اؤ نهٔ دے ښیٔلے مونږ دې رسول ته شعر اؤ نهٔ دَ هغهٔ سره شعر لائق دے) شاعر دروغژن وی اؤ دَ پېغمبر هره خبره پهٔ کنډه (تله) تللی رښتیا اؤ حقیقت وی اؤ چې څهٔ دَ خلې نه وباسی پهٔ هغې عمل کوی ۔ شاعر داسې کله کېدے شی؟
اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ ذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّ انْتَصَرُوْا مِنْۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا١ؕ وَ سَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ۠۲۲۷
ترجمه: مګر هغه څوک چې ایمان ېٔ راؤړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل اؤ یاد ېٔ کړو الله ډېر ډېر اؤ بدل ېٔ واخستو پس دَ دې چې ظلم پرې شوے وهٔ ۔ ف۱۳۰ اؤ اوس به خبر شی هغه څوک چې ظلم ېٔ کړے چې پهٔ کوم اړخ به اوړی ، ف۱۳۱
ف۱۳۰: مګر څوک چې پهٔ شعر کښې دَ الله حمد و ثنا وائی اؤ دَ نیکیٔ ترغیب ورکوی دَ کفر اؤ ګناه نه خلق منع کوی ۔ یا یو کافر دَ اسلام بد وئیلی وی دَ هغې ځواب ورکوی نو پهٔ داسې شعر کښې څهٔ ګناه نشته لکه حسان بن ثابتؓ چې به دَ کافرو دَ شعرونو ځواب ورکؤلو نو حضور اکرمﷺ به ورته دعا کؤله چې دغه شان دَ کافرو ځواب کوه ۔ روح القدس دَ ستا ملګرے دے۔ (تهٔ به پرې بر راځې)
ف۱۳۱: دا دَ ”مِنْۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا “ پهٔ مناسبت سره ووئیلی شو چې چا چې ظلم کړے دے ډېر ژر به ورته دَ خپل ظلم نتیجه معلومه شی ۔ دَ ټولو نه غټ ظلم خو دا دے چې دَ الله کتاب ته دروغ اؤ پېغمبر ته جوګی یا شاعر ووئیلی شی۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ النَّمْلِ مَکِیَّۃٌ وَّ ھِیَ ثَلٰثٌ وَّ تِسْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ سَبْعُ رُکُوْعَاتٍؔ
ترجمه: سورتِ نمل مکه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې درے نوی (۹۳) آیتونه اؤ ووهٔ (۷) رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
طٰسٓ١۫ تِلْكَ اٰیٰتُ الْقُرْاٰنِ وَ كِتَابٍ مُّبِیْنٍۙ۱
ترجمه: طا ، سین ، دا آیتونه دی دَ قرآن اؤ واضح کتاب ،
هُدًی وَّ بُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَۙ۲
ترجمه: هدایت اؤ خوشخبری دَ ایماندارو دپاره ۔
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ هُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ۳
ترجمه: هغه ایماندار چې پابندیٔ سره کوی نمونځ اؤ ورکوی زکوٰة اؤ دَ هغوی پهٔ آخرت یقین دے ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ زَیَّنَّا لَهُمْ اَعْمَالَهُمْ فَهُمْ یَعْمَهُوْنَؕ۴
ترجمه: بېشکه څوک چې آخرت نهٔ منی ښائسته ښکاره کړل مونګ هغوی ته دَ هغوی اعمال ، نو سرګردانه ګرځی ۔ ف۱
ف۱: یعنی دَ چا سره چې دَ خپل انجام غم نشته هغه هم دَ دغې فانی دنیا پهٔ غمونو کښې ډوب وی اؤ دَ هغهٔ ټول کوششونه هم دَ دغې څو ورځو ژوند ښهٔ کؤلو دپاره وی ۔ اؤ چې پېغمبر یا کتاب الله ېٔ فکر دَ دې نه آخرت طرف ته را اړوی اؤ دَ همېشه ژوند ښهٔ کؤلو کارونه ورته ښئی نو دوی ورته غوږ نه ږدی اؤ دغه خبرې اورېدل نهٔ غواړی ۔ دوی دَ دنیا پهٔ عشق کښې مست دی ۔ پېغمبر پورې مسخرې کوی اؤ دَ الله آیتونه ورته دروغ ښکاری ۔ دغه دَ فانی ژوند کارونه ورته ښهٔ ښکاری اؤ ورځ پهٔ ورځ پکښې ځان نور هم بوختوی اؤ پهٔ ګمراهیٔ کښې نوره هم ترقی کوی ۔
تنبیه: دَ دغه ناکاره کارونو دَ ښائسته کؤلو نسبت الله تعالیٰ ته پهٔ دې حیثیت شوے دے چې دَ هر څیز خالق الله دے۔ بې دَ الله دَ ارادې نه هېڅ یو سبب باندې خپل سبب نهٔ مرتب کیږی لکه څنګه چې پهٔ نورو ځایونو کښې دَ اضلال و ختم اؤ طبع نسبت الله تعالیٰ ته شوے دے دغه شان دلته دَ دغه اعمالو ښائسته کؤلو نسبت هم الله تعالیٰ ته شوے دے ۔ دَ سورتِ نمل دَ شروع آیتونه دَ سورتِ بقره دَ وړومنیو آیتونو سره ډېر مشابهت لری نو هغه فوائد هم ورسره بیا وګوریٔ ۔
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْعَذَابِ وَ هُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ۵
ترجمه: هم دغه کسان دی چې دو ی دپاره سخت عذاب دے ، اؤ هم دوی به پهٔ آخرت کښې خراب وی ۔ ف۲
ف۲: یعنی پهٔ آخرت کښې به دَ ټولو نه زیات تاوانیان هم دغه خلق وی ۔
وَ اِنَّكَ لَتُلَقَّی الْقُرْاٰنَ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ عَلِیْمٍ۶
ترجمه: اؤ تا ته خو قرآن در رسی دَ حکمتونو دَ خاوند ښهٔ خبردار له طرفه ۔ ف۳
ف۳: یعنی دا بدبخته پرېږده چې پهٔ خپله ګمراهیٔ کښې ډوب پراتهٔ وی ۔ هر کله چې دوی دَ قرآن قدر ونهٔ کړو اؤ دَ قرآن پهٔ نصیحتونو اؤ هدایتونو عمل نهٔ کوی نو ځان ېٔ خپله دَ عذاب حقدار کړو ۔ خپل انجام ېٔ خپله خراب کړو ۔ تهٔ خو دَ الله شکر ادا کړه چې داسې عظیم الشان کتاب ېٔ درکړو ۔ دَ مؤمنانو دپاره پکښې خوشخبریٔ دی اؤ دَ منکرانو دپاره عبرتناک واقعات بیان شوی دی چې دَ مؤمنانو زړهٔ نور هم مضبوط شی اؤ منکران پهٔ خپل انجام غور وکړی اؤ ځان سم کړی ۔ هم دَ دې غرض دپاره مخکښې دَ موسٰیؑ اؤ دَ فرعونیانو قصه بیانیږی ۔
اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِاَهْلِهٖۤ اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا١ؕ سَاٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ اٰتِیْكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ۷
ترجمه: کله چې ووې موسٰی خپلې کورنۍ ته ، چې ما ولیدو یو اور ۔ ف۴ زهٔ اوس راؤړم تاسو ته دَ هغې نه څهٔ خبر، یا یوه سره سکروټه شاید چې تاسو تاودهٔ شیٔ ۔ ف۵
ف۴: دَ مدین نه چې مصر ته تلو نو پهٔ لار کښې دَ وادیٔ طوٰی سره موسٰیؑ دا خبره کور خلقو ته وکړه ۔ تیارهٔ شپه وه لار ترېنه خطا شوے وه اؤ سخته یخنی وه ۔ پوره قصه پهٔ سورةِ طٰهٰ کښې تېره شوے ده ۔ (پاره ۱۶)۔
ف۵: کهٔ دَ اور سره څوک بنیادم وی نو دَ لارې پته به ترې معلومه کړم ، ګنی تاسو ته خو به دَ تودېدو دپاره اور راؤړم ۔
فَلَمَّا جَآءَهَا نُوْدِیَ اَنْۢ بُوْرِكَ مَنْ فِی النَّارِ وَ مَنْ حَوْلَهَا١ؕ وَ سُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۸
ترجمه: بیا کله چې دې ورسېدو اور ته نو آواز وشو چې برکت دے پهٔ هغه چا چې اور کښې دے اؤ څوک چې ترې چاپېره دی ، ف۶ اؤ پاک دے الله رب دَ ټول جهان ۔ ف۷
ف۶: هلته چې ورسېدو نو پوهه شو چې دا خو دَ دنیا اور نهٔ دے بلکې یو غیبی اور یا نُور دے چې دَ الله نُور پکښې څرګندیږی ۔ څنګه چې دَ حدیث شریف الفاظ دی ۔ حِجَابُهٗ النَّارُ یا حِجَابُهٗ النُّوْرُ ۔ بیا دَ غیبو آواز راغلو ”اَنْۢ بُوْرِكَ مَنْ فِی النَّارِ وَ مَنْ حَوْلَھَا“ چې دَ زمکې دا ټوکړه مبارکه ده ۔ دَ اور دا رڼا هم مبارکه ده اؤ پهٔ دې کښې یا دَ دې سره نژدے چې څوک وی یعنی فرښتې اؤ موسٰیؑ دا هم مبارک دی ۔ دا آواز غالبًا دَ موسٰیؑ دَ مانوس کؤلو اؤ دَ هغهٔ دَ عزت اؤ قدر دپاره وئیلی شوی دی ۔
ف۷: یعنی دَ الله ذات دَ طرف ۔ جسم ، رنګ ، شکل وغېره صفاتو نه پاک دے پهٔ اور کښې دَ الله دَ تجلّیاتو ښکاره کېدو مطلب دا نهٔ دے چې ګوندې (نعوذ بالله) الله پهٔ اور کښې حلول کړے وهٔ ۔ دَ نمر سترګه پهٔ آئینه کښې ښکاری خو کوم کم عقل به دا ووائی چې دومره غټ نمر پهٔ دې وړه غوندې آئینه کښې ځائې شوے دے؟
یٰمُوْسٰۤی اِنَّهٗۤ اَنَا اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُۙ۹
ترجمه: اے موسٰی هغه زهٔ یم الله زبردست دَ حکمتونو خاوند ف۸
ف۸: یعنی زهٔ ستا عزیز اؤ حکیم رب پهٔ دې وخت کښې تا سره خپله خبرې کؤم ۔ دا واقعه هم پهٔ سورتِ طٰهٰ کښې پوره پهٔ تفصیل سره تېره شوے ده ۔
وَ اَلْقِ عَصَاكَ١ؕ فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّ لَمْ یُعَقِّبْ١ؕ یٰمُوْسٰی لَا تَخَفْ١۫ اِنِّیْ لَا یَخَافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُوْنَۗۖ۱۰
ترجمه: اؤ وغورزوه خپله همسا ، بیا کله چې ولیده دغه همسا چې خوزی لکه دَ چجه کړی مار پهٔ شان ،ف۹ شا ته ېٔ مخ واړؤلو اؤ وروستو ېٔ کتل ،ف۱۰ اے موسٰی مهٔ ویرېږه ، بېشکه زهٔ چې یم زما سره نهٔ ویریږی رسولان ۔ ف۱۱
ف۹: ”جَانّ“ نری سپین مار ته وائی ۔ شاید چې همسا نه هم نرے سپین مار جوړ شوے وهٔ ۔ یا پهٔ تېز حرکت اؤ چستیٔ کښې دَ نری مار سره تشبیه ورکړې شوے ده ۔ پهٔ نری والی کښې تشبیه نهٔ ده ۔
ف۱۰: دا فطری خوف وهٔ چې دَ هر موذی څیز نه دَ انسان پهٔ فطرت کښې پروت دے ۔ دا دَ نبوّت دَ مرتبې خلاف نهٔ دے ۔
ف۱۱: یعنی دومره وچتې مرتبې سره (چې دَ الله سره خبرې کوے اؤ هغهٔ دَ خپل رسالت دپاره غوره کړے ئ) ویره څهٔ مناسب؟ رسولﷺ ته پکار نهٔ دی چې الله ته دومره نژدے کېدو نه پس دَ مار یا بل مخلوق نه ویره وکړی دلته خو ډېر سکون و اطمینان پکار دے ۔
اِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًۢا بَعْدَ سُوْٓءٍ فَاِنِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۱۱
ترجمه: لېکن چا چې زیاتے وکړو بیا ېٔ بدل کښې نیکی وکړه دَ بدیٔ نه وروستو، نو زهٔ ډېر بخښونکے مهربانه یم ۔ ف۱۲
ف۱۲: دا استثنا منقطعه ده یعنی دَ الله پهٔ دربار کښې خو صرف هغه کسان ویریږی چې څهٔ ظلم یا ګناه ېٔ کړے وی ، دَ هغې متعلق هم زمونږ دا قانون دے چې دَ ګناه نه پس کهٔ څوک دَ زړهٔ نه توبه وباسی اؤ خپل عمل سم کړی ۔ پهٔ ډېرو نیکو دَ هغه ګناه اثر ورک کړی نو الله پاک ېٔ پهٔ خپل رحم و کرم معاف کړی ۔ شاه صاحب لیکلی دی ۔ دَ موسٰیؑ نه پهٔ خطا یو کافر مړ شوے وهٔ ، دَ هغې ویره ېٔ وه پهٔ زړهٔ کښې ۔ هغه ورته الله پاک معاف کړه ۔
وَ اَدْخِلْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ١۫ فِیْ تِسْعِ اٰیٰتٍ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ قَوْمِهٖ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ۱۲
ترجمه: اؤ ننه باسه خپل لاس پهٔ خپل ګریوان کښې وبه ووځی تک سپین بې دَ څهٔ عیبه ۔ سره دَ دې واړو نهو معجزو سره لاړ شه فرعون ته اؤ دَ هغهٔ قوم ته ، بېشکه هغوی دی نافرمانه خلق ۔ ف۱۳
ف۱۳: دَ موسٰیؑ دَ نهو معجزو تفصیل پهٔ سورتِ بنی اسرائیل کښې دَ آیت (وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیَاتٍۢ بَیِّنَاتٍ فَاسْئَلْ بَنِیْۤ اِسْرَآئِیْلَ) پهٔ فوائدو کښې تېر شوے دے ۔
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ اٰیٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌۚ۱۳
ترجمه: بیا کله چې ورسېدې دوی ته زمونږ نښانې دَ پوهې دپاره دوی ووې دا خو څرګند جادو دے ،
وَ جَحَدُوْا بِهَا وَ اسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَّ عُلُوًّا١ؕ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ۠۱۴
ترجمه: اؤ انکار ېٔ ترې وکړو دَ خپل کبر اؤ لوییٔ پهٔ وجه اؤ حال دا دے چې یقین ېٔ پرې راغلے وهٔ پهٔ خپل زړهٔ کښې ، نو وګوره چې څنګه انجام شو دَ فساد کؤنکیو ۔ ف۱۴
ف۱۴: یعنی موقع پهٔ موقع ورته موسٰیؑ هغه معجزې وښیٔلے نو دوی به وې چې دا خو جادو دے اؤ حال دا چې زړهٔ کښې به ښهٔ پوهېدل چې موسٰیؑ رښتونے دے دا جادو نهٔ دے بلکې دَ الله دَ طرف نه دَ موسٰیؑ دَ صداقت دپاره نخښانې دی ۔ خو خالص دَ خپل کبر اؤ لوییٔ پهٔ وجه به ېٔ ترېنه انکار کؤلو نو آخر ټول دَ سمندر دَ مهیانو خوراک شو ۔ هر څهٔ ترې بنی اسرائیلو ته پاتی شو ۔ دَ نافرمانو دغه انجام وی ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ وَ سُلَیْمٰنَ عِلْمًا١ۚ وَ قَالَا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ فَضَّلَنَا عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِیْنَ۱۵
ترجمه: اؤ مونږ ورکړے وهٔ داؤد اؤ سلیمان ته یو علم ، ف۱۵ دوی ووې شکر دے دَ الله چې مونږ ته ېٔ فضیلت راکړو ف۱۶ پهٔ خپلو ډېرو مؤمنانو بندیانو ۔ ف۱۷
ف۱۵: حضرت سلیمانؑ دَ حضرت داؤدؑ ځوئے وهٔ ۔ پلار ځوی دواړو ته الله پاک دَ هغوی دَ شان لائق خاص علم ورکړے وهٔ (دَ شریعت و احکامو علم اؤ دَ حکومت اؤ فیصلو کؤلو طاقت وغېره ټول علمونه پهٔ دې کښې راغلل)
ف۱۶: الله تعالیٰ چې داؤدؑ ته پهٔ خپل فضل کوم خاص علم ورکړے وهٔ دَ هغې دا اثر وهٔ چې هغهٔ به دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو ډېر ډېر شکر ادا کؤلو ۔ اؤ دَ الله پهٔ نعمت شکر ادا کؤل هم یو لوئے نعمت دے ۔
ف۱۷: ”عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ “ ېٔ ځکه ووې چې ځنې بندیان دَ هغهٔ نه هم دَ وچتې مرتبې وو ۔ دَ ټول مخلوق نه افضل خو دَ الله یو خاص بنده حضرت محّمدﷺ دے چې هغهٔ ته فضیلتِ کُلی حاصل دے پهٔ ټول مخلوق ۔
وَ وَرِثَ سُلَیْمٰنُ دَاوٗدَ وَ قَالَ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَ اُوْتِیْنَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ١ؕ اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِیْنُ۱۶
ترجمه: اؤ وارث شو سلیمان دَ داؤد ف۱۸ اؤ وې وئیل اے خلقو، مونږ ته ښیٔلی شوی دی خبرې دَ مرغانو ف۱۹ اؤ مونږ ته راکړے شوے دَ هر څیز نه ۔ ف۲۰ بېشکه دا یو څرګند فضیلت دے ۔
ف۱۸: یعنی دَ حضرت داؤدؑ پهٔ اولاد کښې دَ هغهٔ اصل جانشین حضرت سلیمانؑ وهٔ چې الله تعالیٰ ورته پېغمبری اؤ بادشاهی دواړه ورکړی وو ۔ داسې حکومت ېٔ ورکړے وهٔ چې پهٔ دنیا کښې نهٔ دَ هغهٔ نه مخکښې دَ بل چا وهٔ اؤ نهٔ دَ هغهٔ نه پس ۔ پېریان ، دیوان ، مرغان اؤ هوا ېٔ تابع وو ۔ لکه سورتِ سبا کښې چې به راشی ۔
ف۱۹: دَ دې خبرې نه انکار کؤل دَ یو څرګند حقیقت (بدیهی امر) نه انکار دے چې مرغان چې دَ خلې نه کوم اوازونه وباسی ، دې کښې تر یوهٔ حده پورې دَ پوهېدو اؤ پوهه کؤلو شان (افهام تفهیم) موندې شی اؤ هغوی ورباندې خپلو کښې پوهیږی ۔ مونږ هره ورځ خپله وینو چې یو مرغۍ چې خپله جوړه ځان ته رابلی یا بچی دانو ته راغوډوی یا ېٔ دَ څهٔ خطرناک شی نه ویروی پهٔ دې ټولو آوازونو کښې ېٔ څرګند فرق وی ۔ اؤ خپل مخاطب ېٔ پهٔ دې فرق پوهیږی ۔ دَ دې نه معلومیږی چې پهٔ نورو حالاتو کښې دَ دوی چغار همېشه یو شان نهٔ وی څهٔ لطیف فرق به پکښې ضرور وی خو مونږ پرې نهٔ پوهیږو لکه یو نابلده سړے کهٔ دَ تار دفتر کښې ناست وی ، دَ تار بې مطلبه ټک ټک به اوری اؤ هېڅ پرې نهٔ پوهیږی لېکن دَ تار بابو ورباندې ښهٔ پوهیږی چې دې ټک ټک کښې فرق دے اؤ دا خبره پکښې کیږی ۔ هغه ترې مطلب اخستے شی اؤ مونږ ته بې فائدې ټک ټک وی ۔ دغه شان دَ مارغانو آوازونه هم مونږ ته بې مطلبه ښکاری خو هغوی ورباندې پهٔ خپلو کښې ښهٔ پوهیږی ۔ څنګه چې دَ بنیادمو واړهٔ ورو ورو دَ مور پلار نه خبرې زده کوی اؤ دَ الفاظو پهٔ مطلب ځان پوهه کوی ۔ دغه شان به دَ مرغانو بچی هم دَ خپل مور پلار نه خپلې خبرې زده کوی اؤ دَ آوازونو پهٔ مطلب ځان پوهه کوی دا یو فطری خبره ده ۔ نو اوس کهٔ خداوند کریم دَ معجزې پهٔ طور خپل یو پېغمبر ته دا علم ورکړی نو دې کښې دَ حیرانتیا اؤ نهٔ منلو څهٔ خبره ده؟ دَ حیواناتو پهٔ ځنو خبرو پوهه خو پخوا راسې منلے شوے ده ۔ لېکن اوس دَ یورپ عالمانو پهٔ خپلو تحقیقاتو دَ ځنو حیواناتو پوهه دَ بنیادمو تر حده رسؤلے ده اؤ اوس کوشش کوی چې دَ حیواناتو دَ خبرو ” ا ، ب“ تیار کړی ۔
قرآن کریم خبر ورکړے دے چې هر شے دَ الله تعالیٰ تسبیح وائی خو تاسو پرې نهٔ پوهېږیٔ ۔ هره مرغۍ دَ خپل تسبیح و حمد نه خبر ده ۔ پهٔ صحیح حدیثونو دَ حیواناتو دَ خبرو بلکې دَ کاڼیو بوټو دَ خبرو اؤ تسبیح ذکر راغلے دے ۔ دَ دې نه معلومیږی چې دَ خپل خالق اجمالی معرفت دَ هر څیز پهٔ اصل فطرت کښې پروت دے ۔ نو دَ هغوی پهٔ تسبیح یا ځنو خبرو کهٔ الله تعالیٰ خپل خاص بندیان دَ معجزې اؤ خلاف عادت کار پهٔ طور خبر کړی نو دا څهٔ ناممکن کار نهٔ دے ۔ البته دَ عام عادت نه خلاف دے ۔ اؤ معجزه یا کرامت خو وائی دَ عام عادت نه خلاف کار ته ۔ بهرحال پهٔ دې رکوع کښې دَ سلیمانؑ یو څو معجزې بیان شوی دی چې پهٔ هغې کښې ځنو ګمراهو کسانو ډېرې خبرې جوړې کړی دی ۔ اؤ ډېر ناجائز اعتراضونه ېٔ پرې کړی دی ۔ دَ ځنو مرغانو (هُد هُد) دَ بنیادمو پهٔ شان خبرې کؤل یا دَ مېږیو پهٔ خپلو کښې خبرې کؤل اؤ دَ سلیمانؑ پهٔ هغې پوهېدل دَ هغوی پهٔ خیال یو داسې دَ کم عقلیٔ خبره ده چې واړهٔ ماشومان هم پرې یقین نهٔ شی کؤلے ۔ (علامه عثمانی فرمائی) لېکن زهٔ وایٔم چې دَ لکهونو مشرانو عالمانو پهٔ حق کښې دا خیال کؤل (چې هغوی پهٔ داسې یو خبره یقین کړے اؤ دَ قرآن دَ آیتونو ېٔ داسې غلط تفسیر کړے دے چې واړهٔ پرې هم یقین نهٔ شی کؤلے) دَ دې نه زیاته فضول اؤ غلطه خبره هډو بله کېدے نهٔ شی ۔ یاد لریٔ چې مونږ دَ اسرائیلی روایاتو تائید نهٔ کوؤ لېکن مشرانو عالمانو اؤ محققانو چې پهٔ اتفاق سره دَ قرآن کوم تفسیر بیان کړے دے هغه دَ اسرائیلی روایاتو سره موافق وی اؤ کهٔ مخالف مونږ به هغه ضرور منو اؤ دا مو یقین دے چې دا تفسیر حق دے۔
ف۲۰: یعنی دَ داسې عظیم بادشاهت دپاره چې دَ څومره څیزونو ضرورت وهٔ هغه ټول ورته ورکړی شوی وو ۔
وَ حُشِرَ لِسُلَیْمٰنَ جُنُوْدُهٗ مِنَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ وَ الطَّیْرِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ۱۷
ترجمه: اؤ راغونډې کړې شوې سلیمان سره دَ هغهٔ لښکرے دَ پېریانو اؤ بنیادمو اؤ مرغانو بیا هغه ډلې ډلې کړې شوې ۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی سلیمانؑ چې به کوم طرف ته سفر کؤلو نو دَ بنیادمو، پېریانو اؤ مرغانو درے قسمه لښکرے به ورسره وې اؤ دَ مصلحت مناسب به ېٔ دَ انتظام دپاره ډلې ډلې کړی وو ، پهٔ خاص انتظام به روان وو ۔ څنګه چې نن سبا برّی ، بحری اؤ هوائی فوځونه پهٔ یو خاص ترتیب ساتلے شی ۔
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَوْا عَلٰی وَادِ النَّمْلِ١ۙ قَالَتْ نَمْلَةٌ یّٰۤاَیُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوْا مَسٰكِنَكُمْ١ۚ لَا یَحْطِمَنَّكُمْ سُلَیْمٰنُ وَ جُنُوْدُهٗ١ۙ وَ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۱۸
ترجمه: تردې چې کله را ورسېدو دَ مېږیو کندې ته ۔ ف۲۲ یو مېږی ووې اے مېږیو ننوځیٔ خپلو کورونو ته ، چرته مو سلیمان اؤ دَ هغهٔ لښکر میده نهٔ کړی اؤ هغوی به خبر هم نهٔ وی ۔ ف۲۳
ف۲۲: یعنی سلیمانؑ دَ خپل لښکر سره پهٔ یو داسې میدان تېرېدو چې هلته دَ مېږیو ډېره وه ۔
تنبیه: مېږی چې چرته دېره وی پهٔ یو خاص طریقه ېٔ روغه ښاریه جوړه کړے وی چې عربیٔ کښې ورته قریة النمل وائی (دَ مېږیو کلے) مفسرانو پهٔ مختلفو وطنونو کښې داسې کندې معلومې کړی دی چې پکښې دَ مېږیو کلی وی پهٔ هغو کښې به پهٔ یو کلی سلیمانؑ ناڅاپی ورغلے وی ۔
ف۲۳: یعنی دا داسې خلق نهٔ دے چې خامخا به تاسو وژنی خو دَ هغو به فکر نهٔ وی اؤ تاسو به ېٔ دَ ښپو دَ لاندې دل شیٔ ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی چې دَ مېږی آواز نور بندیان نهٔ اوری ، سلیمانؑ واؤرېدو اؤ دا دَ هغهٔ معجزه ده ۔
تنبیه: دَ حیواناتو دَ علومو ماهرانو دَ کالونو پهٔ تجربو دا ثابته کړے ده چې دا وړوکے غوندې شے مېږے پهٔ خپل اجتماعی اؤ سیاسی ژوند کښې بنیادمو ته ډېر نژدے دے ۔ دَ بنیادمو پهٔ شان ېٔ خپلې قبیلې اؤ ټبرے دی ۔ خپل حکومتونه ېٔ وی اؤ باقاعده ېٔ ښهٔ پهٔ انتظام ټول کارونه سره تقسیم کړی وی اؤ ښهٔ دَ یو بل سره امداد پهٔ طریقه ژوند تېروی ۔ محققانو دَ مېږیو پهٔ کلیو کښې دَ هغو دَ انتظام ښهٔ مطالعه کړے ده اؤ ډېر مضامین ېٔ پرې لیکلی دی ۔ دلته دَ تفصیل ګنجائش نشته خو دَ دائرة المعارف نه یو څو جملې دلته نقل کوم ۔ لیکی:
”فَمَتٰی دَاھَمَ عَدُوٌّ قَرْیَةَ النَّمْلِ اِخْتَفَتِ الْعَمَلَةُ وَ خَرَجَتِ الْجُنُودُ لِلْقِتَالِ وَالنِّضَالِ فَیَخْرُجُ اَوَّلًا وَاحِدٌ مِنْھَا لِلْاِسْتِطْلَاعِ ثُمَّ یَعُوْدُ مُخْبرًا بِمَا رَأْی وَ بَعْدَ ھُنَیْھَةٍ تَخْرُجُ ثَلَاثَةٌ اَوْ اَرْبَعَةٌ یَتْبَعُھَا عَدَدٌ کَثِیْفٌ مِنَ الْجُيُوْشِ بَادِیَةً عَلَیْھِمْ عَلَائِمُ الْحَنَقِ فَتَلْدَغُ کُلَّ مَا صَادَفَتْهُ وَلَا تَفْلَتُ تَلْدَغُهٗ وَ لَوْ قُطِّعَتْ اَرْبًا اَرْبًا فِاِذَ انْتَھَی القِتَالُ رَجَعَ الْفَعْلَةُ فَاَعَادُوْا بِنَاءَ مَا تَھَدَّمَ یَتَخَلَّلُھَا عَدَدٌ مِنَ الْجُنُوْدِ لِلْحِرَاسَةِ لَا لِلعَمَلِ ۔“
(دَ مېږیو کلی ته چې چرته دَ دښمن څهٔ خطره پیښه شی نو کارنده مېږی سوړو ته ننوځی پټ شی اؤ جوځیان جنګ ته راووځی ۔ اول یو را بهر شی ، حال معلومؤلو دپاره بیا خبر یوسی نو درے یا څلور سرداران را بهر شی ۔ ورپسې بې شمېره فوځ وی چې دَ غصې علامې ورباندې څرګندې وی نو هغو ته چې څهٔ پهٔ مخه راشی ورپورې ونښلی اؤ چې څهٔ پورې ونښلی کهٔ ټوټې شی هم نهٔ ېٔ پرېږدی ۔ کله چې جنګ ختم شی نو فوځیان واپس شی اؤ کارنده مېږی را بهر شی ۔ پهٔ جنګ کښې چې دَ کلی څهٔ حصه خرابه شوے وی دَ هغې پهٔ جوړؤلو شروع وکړی ۔ ورسره دَ څوکۍ دپاره فوځیان هم وی خو هغوی ورسره کار نهٔ کوی)
فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّنْ قَوْلِهَا وَ قَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَ عَلٰی وَالِدَیَّ وَ اَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَ اَدْخِلْنِیْ بِرَحْمَتِكَ فِیْ عِبَادِكَ الصّٰلِحِیْنَ۱۹
ترجمه: سلیمان مسکے شو وېٔ خندل پهٔ دې خبره ، ف۲۴ اؤ وېٔ وئیل اے ربه زما نصیب کړې چې ستا شکر وکړم پهٔ هغه احسان ستا چې کړے تا ما سره اؤ زما پهٔ پلار اؤ مور اؤ چې زهٔ داسې نیک عمل وکړم چې ستا خوښ وی اؤ شامل کړې ما پهٔ خپل رحمت پهٔ خپلو نیکو بندیانو کښې ۔ ف۲۵
ف۲۴: سلیمانؑ چې دَ مېږیو دا خبره واؤرېده نو دَ خوشحالیٔ نه ېٔ وخندل اؤ دَ ربّ العالمین دَ شکر جذبې ېٔ جوش ووهلو ۔
ف۲۵: وېٔ وې اے الله زهٔ حیران یم چې دَ ستا دَ بې حسابه نعمتونو شکر څنګه ادا کړم؟ هم دَ ستا نه مې سوال دے چې تهٔ راته دَ پوره پوره شکر ادا کؤلو توفیق راکړې پهٔ ژبه هم اؤ پهٔ عمل هم اؤ دَ خپلو نیکو بندګانو پېغمبرانو سره مې پورته کړې ۔
وَ تَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقَالَ مَا لِیَ لَاۤ اَرَی الْهُدْهُدَ١ۖ٘ اَمْ كَانَ مِنَ الْغَآىِٕبِیْنَ۲۰
ترجمه: اؤ لټون ېٔ وکړو دَ مارغانو اؤ وې وئیل څهٔ چل دے چې نهٔ وینم هُدهُد ۔ کهٔ دے دا هُدهُد غیر حاضر ۔ ف۲۶
ف۲۶: دَ څهٔ خاص ضرورت دپاره سلیمانؑ دَ خپل هوائی فوځ جائزه واخسته نو هُدهُد ېٔ ونهٔ لیدو ۔ وې فرمائیل څهٔ چل دے پهٔ ګڼه کښې زما پهٔ نظر نهٔ راځی اؤ کهٔ هُدهُد چرته غیر حاضر دے ۔
تنبیه: دَ سفر پهٔ وخت به سلیمانؑ دَ هوائی فوځ نه مختلف کارونه اخستل لکه پهٔ سر دَ وزرو سېورے کؤل ۔ یا دَ اوبو پته لګؤل یا ډاک رسؤل وغېره ۔ دغسې څهٔ ضرورت دپاره به هُد هُد پکار شوے وهٔ ۔ مشهوره ده چې هُدهُد پهٔ زمکه کښې دَ اوبو پته پهٔ آسانه لګؤلے شی اؤ دا څهٔ بعیده نهٔ ده چې الله تعالیٰ خپل یو مخلوق ته یو طاقت دَ خپل نور مخلوق نه سوا ورکړی ۔ دغه شان دَ هُدهُد متعلق دا هم مشهوره ده چې پهٔ خاوره کښې پټ چینجے وینی اؤ را وباسی ئ ۔ کله کله خو ورپسې دوه درے لیشتې ځائې وکنی هله چینجے بیا مومی ۔
لَاُعَذِّبَنَّهٗ عَذَابًا شَدِیْدًا اَوْ لَاۡاَذْبَحَنَّهٗۤ اَوْ لَیَاْتِیَنِّیْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ۲۱
ترجمه: سزا به ورکړم ورته سخته سزا ف۲۷ یا به ېٔ ذبح کړم اؤ یا به پیش کړی ما ته څهٔ ښکاره دلیل ۔ ف۲۸
ف۲۷: سخته سزا به ورکړم مثلًا وزرې به ترې وباسم یا بل څهٔ ۔
ف۲۸: اؤ یا به دَ خپلې غیر حاضریٔ څهٔ معقول عذر پیش کړی ۔
فَمَكَثَ غَیْرَ بَعِیْدٍ فَقَالَ اَحَطْتُّ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ وَ جِئْتُكَ مِنْ سَبَاٍۭ بِنَبَاٍ یَّقِیْنٍ۲۲
ترجمه: ډېر وخت نهٔ وهٔ ایسار چې راغلو ، وې وئیل ما خبر راؤړے دَ داسې یو څیز چې تاسو ترې نهٔ ېٔ خبر اؤ راؤړے ما تاسو ته دَ سبأ نه یو یقینی خبر ۔ ف۲۹
ف۲۹: سلیمانؑ دَ دې ملک دَ حال نه پوره نهٔ وهٔ خبر ، اوس خبر شو ۔ سبا دَ یو قوم نوم دے چې پهٔ عربو کښې دَ یمن پهٔ علاقه کښې وسېدل ۔ ګویا دَ هُدهُد پهٔ ذریعه الله پاک سلیمانؑ خبردار کړو چې دَ لوئے نه لوئے بنده علم هم پهٔ هر څهٔ احاطه نهٔ شی کؤلے څهٔ کمے به پکښې ضرور وی ۔ ګوریٔ دَ چا پهٔ حق کښې چې الله تعالیٰ خپله فرمائیلی دی ۔ ”وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا دَاؤٗدَ وَ سُلَیْمَانَ عِلْمًا“ هم هغهٔ ته ېٔ دَ هُدهُد پهٔ ذریعه دَ یو خاصې خبرې اطلاع ورکړه ۔
اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَ اُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّ لَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ۲۳
ترجمه: ما ومونده هلته یوه ښځه چې پهٔ هغوی بادشاهی کوی اؤ ورکړې شوے دے هغې ته هر شے ، ف۳۰ اؤ دَ هغې یو لوئے تخت دے ۔ ف۳۱
ف۳۰: پهٔ ”کُلِّ شَیْئٍ“ (هر څیز کښې) مال اسباب ، فوځونه ، وسله اؤ ښائست هر څهٔ راغلل ۔
ف۳۱: یعنی دَ هغې ملکې دَ ناستې تخت داسې ښائسته اؤ دَ زرو جواهرو نه ډک وهٔ چې پهٔ هغه زمانه کښې دَ بل بادشاه داسې تخت نهٔ وهٔ ۔ مفسرانو دَ دې ملکې نوم بلقیس لیکلے دے۔ والله اعلم ۔
وَجَدْتُّهَا وَ قَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَۙ۲۴
ترجمه: ومې موندله دغه ښځه اؤ دَ هغې قوم چې سجده کوی نمر ته دَ الله نه غیر ۔ اؤ ښائسته کړی دی شیطان دوی ته دَ دوی کارونه نو منع کړی ېٔ دی دَ سمې لارې نه نو هغوی سمه لار نهٔ مومی ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی دغه قوم مشرک دے ، دَ نمر عبادت کوی ، شیطان ترېنه سمه لار خطا کړے ده اؤ پهٔ خپلو مشرکانه طریقو کښې داسې غرق دی چې پهٔ سمه لار هډو غور نهٔ کوی ۔ هُدهُد پهٔ دې وینا سلیمانؑ ته دې قوم سره دَ جهاد ترغیب ورکړو چې مسلمانان ېٔ کړی ۔
اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ یَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَ مَا تُعْلِنُوْنَ۲۵
ترجمه: دوی ولې سجده نهٔ کوی الله ته هغه الله چې را وباسی پټ څیزونه پهٔ آسمانونو کښې اؤ زمکه کښې اؤ معلوم دی ورته څهٔ چې تاسو پټویٔ اؤ څهٔ چې څرګند وی ۔ ف۳۳
ف۳۳: دا آیت دَ هُدهُد دَ خبرې تتمه ده ۔ معلومیږی چې حیواناتو کښې فطرةً دَ خپل خالق صحیح معرفت موجود دے یا دلته هم دَ معجزې پهٔ طور الله تعالیٰ هُدهُد ته صحیح معرفت ورکړو چې سلیمانؑ ته دَ جهاد ترغیب ورکړی اؤ کهٔ الله پاک وغواړی نو یو وچ لرګی ته هم معرفت ورکؤلے شی لېکن پهٔ ځناورو کښې فطری طور داسې معرفت موجود کېدل دَ ”کوم چې صدر شیرازیؒ پهٔ اسفار اربعه کښې پهٔ علمِ حضوری یا شعورِ بسیط سره تعبیر کړے دے ، دَ دې تقاضا نهٔ کوی چې پهٔ ځناورو کښې دې پېغمبران هم راغلی وی ۔ ځکه چې دا معرفت فطری اؤ پیدائشی دے ۔ دې کښې دَ کسب اؤ اختیار څهٔ دخل نشته اؤ دَ پېغمبر دَ راستؤلو ضرورت پهٔ کسب اؤ اختیار کښې وی اؤ دا هم صحیح نهٔ ده چې پهٔ کوم څیز کښې چې پهٔ څهٔ اندازه کښې هم عقل وی نو هغه به ضرور مکلف هم وی ۔ ګوریٔ دَ بالغ کېدو نه مخکښې پهٔ هلک کښې کافی عقل وی ښهٔ بد پیژنی لېکن دَ بلوغ نه مخکښې شریعت مکلف کړے نهٔ دے ۔ دغه شان پهٔ حیواناتو کښې هم کهٔ پهٔ څهٔ درجه کښې عقل شته خو هغه دَ مکلف کېدو دپاره کافی نهٔ دے۔
تنبیه: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ هُدهُد خوراک دَ خاورو نه چینجی راوېستل وی ۔ هُدهُد دانې یا مېوه نهٔ خوری نو ځکه هغهٔ دَ الله تعالیٰ دې قدرت ته خاص طور سره اشاره وکړه چې ”یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ“ والله اعلم۔
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ۩۲۶
ترجمه: الله دے نشته هېڅوک لائق دَ عبادت بې دَ هغهٔ نه رب دے دَ لوی عرش، ف۳۴
ف۳۴: یعنی دَ الله پاک عرش ډېر لوئے دے دَ بلقیس تخت دَ هغې پهٔ مقابله کښې څهٔ دے؟
قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ۲۷
ترجمه: سلیمان ووې مونږ اوس ګورو چې تا رښتیا ووې اؤ کهٔ دروغژن ئ ۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی اوس دَ ستا دروغ رښتیا معلومؤم ۔
اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَا ذَا یَرْجِعُوْنَ۲۸
ترجمه: یوسه زما دا خط اؤ وې غورزوه هغوی ته ۔ بیا ترې رادېخوا شه نو وګوره چې څهٔ ځواب راکوی ، ف۳۶
ف۳۶: سلیمانؑ هُدهُد ته یو خط حواله کړو چې دا ملکهٔ سبا ته ورسوه اؤ ځواب ترې راؤړه ۔ وګوره! خط چې ورکړې نو تهٔ ترې یو طرف ته دَ ځواب پهٔ انتظار وردرېږه ۔ ځکه چې دَ استاذی پهٔ هم هغه ځائې کښې پهٔ سر ودرېدل دَ بادشاهانو دَ قاعدې خلاف دی ۔
شاه صاحب لیکلی دی یعنی یو طرف ته پټ ودرېږه خو دَ هغو حال معلوموه ۔ هُدهُد خط یوړو بلقیس یو ځائې کښې یواځې ووده وه ۔ پهٔ روشندان ورننوتو پهٔ سینه ېٔ ورته کښېښو اؤ خپله یو طرف ته پټ شو ۔
قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ۲۹
ترجمه: (بلقیس) ووې اے درباریانو راغورزؤلے شوے دے ما ته یو عزتمند خط ۔
اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَ اِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِۙ۳۰
ترجمه: دې دَ سلیمان دَ طرف نه ف۳۷ اؤ هغه دا دے ، شروع دَ الله پهٔ نامه چې بېحده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
ف۳۷: بلقیس چې دَ خوبه راپاسېده ، خط ېٔ وکتو نو خپل درباریان ېٔ دَ سلا دپاره راغونډ کړل ورته ېٔ ووې چې ما ته دَ یو لوی بادشاه دَ طرف نه دا خط پهٔ یو ناشنا طریقه راغلے دے تاسو پهٔ دې کښې څهٔ واییٔ ۔ غالبًا دَ سلیمانؑ نوم ېٔ دَ مخکښې نه اورېدلے وهٔ اؤ دَ هغهٔ طاقت ورته معلوم وهٔ ۔
اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَ اْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ۠۳۱
ترجمه: زما مقابله کښې زور مهٔ چلویٔ اؤ راشیٔ ما ته حکم منونکی ۔ ف۳۸
ف۳۸: داسې مختصر خو جامع اؤ باوقاره خط شاید چې چرته پهٔ دنیا کښې بل چا لیکلے وی ۔ یعنی زما سره دَ مقابلې خیال مهٔ کوه ۔ خیر دے پهٔ دې کښې دے چې زما حکم ومنې اؤ پهٔ تابعداریٔ سره دربار ته حاضره شې ۔
قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ١ۚ مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ۳۲
ترجمه: هغې ووې اے درباریانو ما ته سلا راکړیٔ پهٔ دې کار کښې ۔ زهٔ یو کار نهٔ فیصله کؤم تر څو چې تاسو حاضر نهٔ ییٔ ۔ ف۳۹
ف۳۹: یعنی سلا راکړیٔ چې دَ دې خط څهٔ ځواب ورکړم ، زهٔ خو یو غټ کار هم بې ستاسو دَ سلا نهٔ کؤم ۔
قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّ اُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ١ۙ۬ وَّ الْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَا ذَا تَاْمُرِیْنَ۳۳
ترجمه: هغوی ووې مونږ طاقت ور یو اؤ سخت جنګیالی یو اوس اختیار ستا دے نو وګوره چې مونږ ته څهٔ حکم کوے ۔ ف۴۰
ف۴۰: درباریانو ورته ووې چې زمونږ فوځ مضبوط دے ، پهٔ وسله پوره اؤ جنګ ته تیار یو ، دَ هېچا نه نهٔ ویریږو کهٔ تهٔ حکم کوے نو مونږ سلیمانؑ سره جنګ ته تیار یو نوره خوښه ستا ده ، سوچ پرې وکړه چې څه حکم دے مونږ منلو ته تیار یو ۔ معلومیږی داسې چې دَ درباریانو نیت دَ جنګ وهٔ خو ملکې جنګ مناسب ونهٔ ګڼلو اؤ تر دا مینځه ېٔ دَ مصالحت یوه طریقه تجویز کړه ، کومه چې مخکښې راځی چې تحفه ېٔ ورته واستؤله ۔
قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَ جَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً١ۚ وَ كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ۳۴
ترجمه: هغې ووې بادشاهان چې یو کلی ته ننوځی نو هغه خراب کړی اؤ دَ هغې عزتمند خلق ذلیل کړی اؤ هم دغه شان کوی ۔
وَ اِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌۢ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ۳۵
ترجمه: اؤ زهٔ دوی ته استؤم یوه تحفه نو ګورم چې څهٔ ځواب راوړی استاذی ۔ ف۴۱
ف۴۱: معلومیږی داسې چې بلقیس دَ خط دَ مضمون نه دَ سلیمانؑ دَ طاقت اندازه ولګؤله اؤ پوهه شوه چې پهٔ جنګ کښې څهٔ فائده نشته ۔ مونږ پرې غلبه نهٔ شو موندې نو سردارانو ته ېٔ ووې کهٔ پهٔ جنګ کښې راباندې هغه غالب شو نو څنګه چې دَ بادشاهانو عام عادت دے ۔ ستاسو ښائسته ښارونه به خراب تراب کړی اؤ عزتمند سرداران به خوار و ذلیل کړی نو ښهٔ دا ده چې تحفه ور واستوؤ اؤ دَ هغهٔ دَ طبیعت اؤ حالت اندازه واخلو اؤ دَ طاقت پته ېٔ ولګوؤ نو بیا به فیصله کوؤ کهٔ پهٔ مال دولت اؤ تحفې تحائفو رانه دا مصیبت پهٔ شا شی نو دَ دې نه ښهٔ خبره بله نشته ۔ ګنی بیا چې څنګه مناسب وی هغه به کوؤ ۔ شاه صاحب لیکلی دی چې بلقیس دا معلومؤله چې دَ دې بادشاه دَ څهٔ څیز سره زیات شوق دے ۔ دَ سرو سپینو یا لعل جواهرو یا نایاب څیزونه یا ښائسته بندیان ېٔ خوښ دی ، اؤ کهٔ څهٔ شوق ېٔ دے پهٔ دې تحفه کښې هغې هر قسم شے شامل کړے وهٔ (چې څهٔ ېٔ خوښ وی نو هغه شے به ورته بیا بیا ډېر ور واستؤم اؤ پهٔ دې طریقه به خپل ملک دَ جنګ نه بچ کړم)
فَلَمَّا جَآءَ سُلَیْمٰنَ قَالَ اَتُمِدُّوْنَنِ بِمَالٍ١٘ فَمَاۤ اٰتٰىنَِۧ اللّٰهُ خَیْرٌ مِّمَّاۤ اٰتٰىكُمْ١ۚ بَلْ اَنْتُمْ بِهَدِیَّتِكُمْ تَفْرَحُوْنَ۳۶
ترجمه: بیا کله چې را ورسېدو سلیمان ته ، هغهٔ ووې آیا تاسو زما امداد کویٔ پهٔ مال ، نو کوم چې ما ته الله راکړے بهتر دے دَ هغې نه چې تاسو ته ېٔ درکړے ۔ بلکې تاسو پهٔ خپله تحفه خوښ وسیٔ ۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی دا تحفه دې تاسو ته مبارک وی ۔ آیا زهٔ تاسو دَ دنیا دَ نورو بادشاهانو غوندې وګڼلم؟ چې دَ مال دولت لالچ راکویٔ ۔ یاد لریٔ ما ته چې الله تعالیٰ کوم روحانی دولت (نبوّت) راکړے دے هغه دَ ستاسو دَ مال دولت نه ډېر ښهٔ دے ۔ دا څیزونه زما نهٔ دی پکار (زهٔ خو دا غواړم چې تاسو شرک پرېږدیٔ)۔
اِرْجِعْ اِلَیْهِمْ فَلَنَاْتِیَنَّهُمْ بِجُنُوْدٍ لَّا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَ لَنُخْرِجَنَّهُمْ مِّنْهَاۤ اَذِلَّةً وَّ هُمْ صٰغِرُوْنَ۳۷
ترجمه: واپس شه هغوی ته اوس به مونږ ور ورسو دَ داسې لښکرو سره چې مقابله ېٔ نهٔ شی کېدے ، اؤ دوی به وباسو دَ دغه کلی نه بې عزته اؤ خوار ذلیل ، ف۴۳
ف۴۳: یعنی قیدیان به شیٔ ۔ مال دولت اؤ بادشاهی هر څهٔ چه مو تالا شی ۔ شاه صاحب لیکلی دی بل یو پېغمبر هم داسې خبرې نهٔ دی کړے خو دَ سلیمانؑ سره دَ الله تعالیٰ دَ بادشاهیٔ طاقت وهٔ ځکه ېٔ پهٔ یقین سره داسې ووې ۔
قَالَ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَیُّكُمْ یَاْتِیْنِیْ بِعَرْشِهَا قَبْلَ اَنْ یَّاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ۳۸
ترجمه: سلیمان ووې اے درباریانو پهٔ تاسو کښې څوک داسې دے چې راؤړی ما ته دَ هغې تخت مخکښې دَ دې نه چې راشی ما ته فرمانبرداره ۔ ف۴۴
ف۴۴: استاذی چې دا خبر بلقیس ته ورسؤلو نو هغه پوهه شوه چې دا معمولی بادشاه نهٔ دے ، دهٔ سره مقابله کؤل هسې ځان تباه کؤل دی ۔ نو حکم ته ېٔ غاړه کښېښوه اؤ دَ ډېر لښکر اؤ سازو سامان سره دَ سلیمانؑ دربار کښې حاضرېدو ته را روانه شوه چې دَ سلیمانؑ پایهٔ تخت شام ته رانژدے شوه نو هغهٔ خپلو درباریانو ته ووې چې داسې څوک شته چې دَ بلقیس دَ ناستې تخت دَ هغې دَ را رسېدو نه مخکښې زما دربار کښې حاضر کړی ۔ پهٔ دې کښې هم دَ سلیمانؑ مطلب دا وهٔ چې بلقیس ته خپل خدائی طاقت وښئی ۔ چې هغه پوهه شی چې دې هسې بادشاه نهٔ دے څهٔ نور روحانی طاقت هم ورسره شته ۔
تنبیه: ” قَبْلَ اَنْ یَّاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ “ نه دا معلومیږی چې دَ مسلمانېدو نه مخکښې دَ حربی کافر مال مباح دے ۔
قَالَ عِفْرِیْتٌ مِّنَ الْجِنِّ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ تَقُوْمَ مِنْ مَّقَامِكَ١ۚ وَ اِنِّیْ عَلَیْهِ لَقَوِیٌّ اَمِیْنٌ۳۹
ترجمه: دَ پېریانو نه یو دیو ووې زهٔ به ېٔ راوړم مخکښې دَ دې نه چې تهٔ دَ خپل ځائې نه پاڅې ۔ ف۴۵ اؤ زهٔ پهٔ دې طاقتور اؤ اعتباری یم ۔ ف۴۶
ف۴۵: سلیمانؑ به هره ورځ تر یو مقرر وخته پهٔ دربار کښې ناست وهٔ ۔ یعنی چې تهٔ دربار ختموې اؤ کور ته ځې نو ما به تخت را رسؤلے وی ۔ لېکن پهٔ دې کښې بیا هم څهٔ وخت لګېدو ۔ سلیمانؑ دَ دې نه هم ژر غوښتو ۔
ف۴۶: زوره ور یم یعنی الله پاک دومره طاقت راکړے دے چې پهٔ زور ېٔ ترې راؤړې شم اؤ امین یم خیانت به پکښې نهٔ کؤم وائی چې پهٔ دې تخت کښې ډېر قیمتی جواهر لګیدلی وو ۔
قَالَ الَّذِیْ عِنْدَهٗ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتٰبِ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَ١ؕ فَلَمَّا رَاٰهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهٗ قَالَ هٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّیْ١ۖ۫ لِیَبْلُوَنِیْۤ ءَاَشْكُرُ اَمْ اَكْفُرُ١ؕ وَ مَنْ شَكَرَ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ١ۚ وَ مَنْ كَفَرَ فَاِنَّ رَبِّیْ غَنِیٌّ كَرِیْمٌ۴۰
ترجمه: ووې هغه سړی چې ورسره علم وهٔ دَ کتاب زهٔ به راؤړم مخکښې دَ دې نه چې را وګرځی تا ته خپل نظر ، ف۴۷ بیا ېٔ ولیدو دَ ځان خوا کښې پروت ، وې وئیل دا زما دَ رب فضل دے ، ف۴۸ زما دَ ازمېښت دپاره چې زهٔ شکر کؤم کهٔ ناشکری ف۴۹ اؤ څوک چې شکر کوی نو شکر کوی دَ خپل ځان دپاره ، اؤ څوک چې ناشکری کوی نو زما رب بې پروا دے دَ کرم خاوند، ف۵۰
ف۴۷: دا قول زیات معتبر دے چې دا سړے دَ سلیمانؑ صحابی اؤ دَ هغهٔ وزیر آصف بن برخیا وهٔ چې دَ آسمانی کتابونو عالم اؤ دَ الله تعالیٰ دَ نومونو دَ تاثیر نه واقف وهٔ هغهٔ ورته ووې چې زهٔ ېٔ درته دَ سترګو پهٔ رپ کښې راؤړې شم ۔ چې تهٔ بل طرف ته ګورې نو سترګې به دې لا دې خوا نهٔ وی راړؤلے چې ما به تخت حاضر کړے وی ۔
ف۴۸: یعنی دا کار پهٔ ظاهری اسبابو ونهٔ شو ۔ دا دَ الله فضل دے چې زما ملګریو ته ېٔ دومره کرامت ورکړو اؤ چونکې دَ صحابی کرامت دَ خپل نبی دَ تابعداریٔ پهٔ برکت وی اؤ دَ نبی دَ مجلس اثر وی نو پهٔ نبی ېٔ هم شکر ضروری شو ۔
تنبیه: څرګنده ده چې معجزه اؤ کرامت پهٔ حقیقت کښې دَ الله تعالیٰ کار دے چې دَ یو بنده پهٔ لاس ېٔ دَ عام عادت نه خلاف ښکاره کړی ۔ نو دَ کوم الله پهٔ قدرت چې نمر یا دَ زمکې کُره پهٔ یو سکنډ کښې زرګونه میله مزل کوی هغه الله ته دا څهٔ ګرانه ده چې دَ بلقیس تخت دَ سترګو پهٔ رپ کښې دَ یمن نه شام ته یوسی ۔ حال دا چې دَ بلقیس دَ تخت دَ زمکې دَ کُرې یا دَ نمر سره دَ ذرې اؤ دَ نمر نسبت هم نهٔ دے ۔
ف۴۹: حضرت سلیمانؑ به پهٔ هر قدم دَ الله تعالیٰ دَ بې حسابه نعمتونو شکریه ادا کؤلو ته تیار وهٔ ۔ ګویا دا دَ ”اِعْلَمُوْۤا اٰلَ دَاوٗدَ شُکْرًا“ دَ حکم تعمیل وهٔ ۔
ف۵۰: یعنی دَ شکر کؤلو فائده شکر کؤنکی ته رسی چې پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې ورته الله تعالیٰ نعمتونه نور هم زیات کړی ۔ ”وَ لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّکُمْ“ (او کهٔ تاسو شکر کویٔ نو زهٔ به درته نعمتونه نور هم زیات کړم) نو پهٔ شکر کؤلو کښې زمونږ خپله فائدہ دہ ۔ اللہ تعالیٰ خو بې پروا بادشاه دے ۔ دَ هغهٔ زمونږ شکر ته څهٔ حاجت نشته ۔ دا هم دَ هغهٔ کرم اؤ فضل دے چې ناشکره ته سمدستی سزا نهٔ ورکوی ۔ دَ داسې کریم بادشاه ناشکری کؤل غټ حماقت دے ۔
قَالَ نَكِّرُوْا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ اَتَهْتَدِیْۤ اَمْ تَكُوْنُ مِنَ الَّذِیْنَ لَا یَهْتَدُوْنَ۴۱
ترجمه: سلیمان ووې شکل بدل کړیٔ هغې ته دَ تخت دَ دې ، مونږ ګورو چې دا یوهیږی اؤ کهٔ پهٔ هغه خلقو کښې ده چې ناپوهه دی ۔ ف۵۱
ف۵۱: یعنی دَ تخت رنګ شکل بدل کړیٔ چې هغه ېٔ پېژندے شی کهٔ نه پهٔ دې کښې ېٔ دَ بلقیس دَ عقل اؤ پوهې امتحان اخستو چې دَ هدایت موندو استعداد پکښې څومره دے؟
فَلَمَّا جَآءَتْ قِیْلَ اَهٰكَذَا عَرْشُكِ١ؕ قَالَتْ كَاَنَّهٗ هُوَ١ۚ وَ اُوْتِیْنَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَ كُنَّا مُسْلِمِیْنَ۴۲
ترجمه: بیا کله چې را ورسېده ، ورته ووئیلی شو ، آیا ستا تخت دغه شان وهٔ ، هغې ووې دا خو داسې دے لکه هغه ، ف۵۲ اؤ مونږ ته علم راکړې شوے وهٔ دَ دې نه مخکښې اؤ وو مونږ حکم منونکی ۔ ف۵۳
ف۵۲: نهٔ ېٔ صفا هو وکړو اؤ نهٔ ېٔ صفا نه ووې بلکې حقیقت ېٔ څرګند کړو چې تخت هم هغه دے خو لږ شکل ېٔ بدل ښکاری بیا هم دومره ډېر فرق پکښې نشته ګویا هم هغه دے ۔
ف۵۳: یعنی دَ دې معجزې ښیٔلو حاجت نهٔ وهٔ ۔ زمونږ دَ اول نه یقین راغلے وهٔ چې تهٔ خالص دنیاوی بادشاه نهٔ ئ بلکې دَ الله خاص بنده ئ اؤ پهٔ دې وجه مونږ ستا اطاعت ته غاړه کښېښوه ۔
وَ صَدَّهَا مَا كَانَتْ تَّعْبُدُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ۴۳
ترجمه: اؤ منع ېٔ کړه هغه دَ هغه څیزونو نه چې عبادت ېٔ کؤلو دَ الله نه سوا ، بېشکه هغه وه پهٔ کافر قوم کښې ۔ ف۵۴
ف۵۴: یعنی الله تعالیٰ یا سلیمانؑ دَ الله پهٔ حکم دا بلقیس دَ نمر دَ عبادت کؤلو نه منع کړه چې هغه پکښې سره دَ قومه مبتلا وه ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ سلیمانؑ پهٔ خدمت کښې حاضرېدو نه وړومبے چې دَ اسلام اظهار ېٔ نهٔ وهٔ کړے نو دا ځکه چې دَ باطلو معبودانو غلط خیال اؤ دَ خپل قوم مشرکانو خراب صحبت اؤ غلطو عقیدو دَ دې نه منع کړے وه ګنی دَ سلیمانؑ صداقت ورته دَ مخکښې نه معلوم وهٔ ۔
قِیْلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ١ۚ فَلَمَّا رَاَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَّ كَشَفَتْ عَنْ سَاقَیْهَا١ؕ قَالَ اِنَّهٗ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّنْ قَوَارِیْرَ١ؕ۬ قَالَتْ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ وَ اَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمٰنَ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۠۴۴
ترجمه: ورته ووئیلی شو ننوزه دې محل ته ۔ بیا کله چې ېٔ ولیدو ، دا خیال ېٔ وکړو چې دا غرقې اوبهٔ دی نو ښکاره ېٔ کړې پنډۍ ، ف۵۵ هغهٔ ورته ووې دا یوه بنګله ده چې جوړه شوے ده دَ شیشو نه ، ف۵۶ هغې ووې زما ربه ما بد کړی دی خپل ځان سره اؤ زهٔ فرمانبرداره یم سره دَ سلیمان دَ الله چې رب دے دَ ټول جهان ۔ ف۵۷
ف۵۵: یعنی دا خیال ېٔ وکړو چې مخکښې اوبهٔ دی نو پېنځې ېٔ دَ پنډیو نه پورته کړې ۔
ف۵۶: حضرت سلیمانؑ پهٔ خپل دفتر کښې ناست وهٔ دَ هغې پهٔ فرش صفا شیشه لګېدلے وه ، دَ لرې نه ېٔ لکه دَ اوبو شین پړق کؤلو اؤ کېدے شی چې ورلاندې دَ اوبو حوض وهٔ ، پهٔ شیشه سر پوښ شوے وهٔ ، نو ورلاندې اوبهٔ ښکارېدے اؤ دَ لرې نه شیشه پهٔ نظر نهٔ راتله ځکه هغې پینځې پورته کړې ۔ سلیمانؑ آواز ورکړو چې اوبهٔ نشته دا شیشه ده بې خطره راځه ۔ هغې ته دَ خپل عقل کمے اؤ دَ هغهٔ دَ عقل کمال معلوم شو نو پوهه شوه چې دغه شان دَ دین پهٔ کار کښې هم دې چې څهٔ وائی هغه صحیح دی اؤ دا هم ورته معلومه شوه چې دَ دنیا پهٔ کوم ساز و سامان چې دَ هغې قوم فخر کؤلو ، دلته دَ هغې نه زیات دے ۔ شاید چې دَ سلیمانؑ پهٔ دې کښې مطلب دا خبردارے وهٔ چې دَ نمر سپوږمۍ پهٔ پړق خطا کېدل اؤ دغه څیزونو ته خدائې وئیل دغه شان غلطی ده څنګه چې دَ شیشې پهٔ پړق دَ اوبو ګومان کؤل ۔
ف۵۷: یعنی اے پروردګاره زه ستا حکم منم اؤ هغه لار اختیارؤم کومه چې راته سلیمانؑ ښیٔ ۔ تر اوسه ما پهٔ ځان ډېر ظلم کړے دے چې شرک مې کؤلو اوس تا ته توبه وباسم ۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ۴۵
ترجمه: اؤ مونږ استؤلے وهٔ قومِ ثمود ته دَ هغوی ورور صالح چې عبادت کویٔ دَ الله ، بیا هغوی دوه ډلې شوې جګړې به ېٔ کؤلے ۔ ف۵۸
ف۵۸: یعنی یوه ډله دَ ایماندارو اؤ بله ډله دَ منکرانو به پهٔ جنګ وې لکه اوس چې دَ مکّې مشرکان دَ مؤمنانو سره پهٔ جنګ دی ۔ دَ دې واقعې څهٔ تفصیل دَ سورتِ اعراف پهٔ لسمه رکوع کښې تېر شوے دے ۔
قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ١ۚ لَوْ لَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ۴۶
ترجمه: صالح ووې اے قومه تاسو ولې پهٔ تلوار غواړیٔ بدی وړاندې دَ نیکیٔ نه ۔ ولې نهٔ غواړیٔ دَ الله نه دَ خپلو ګناهونو معافی دې دپاره چې پهٔ تاسو رحم وشی ، ف۵۹
ف۵۹: حضرت صالحؑ هغوی ته ډېر نصیحت وکړو چې شرک مهٔ کویٔ دَ الله عذاب به درباندې راشی خو دَ دې پهٔ ځواب کښې به ورته هغوی وې چې کهٔ تهٔ رښتیا وائې نو هغه عذاب راباندې اوس راوله انتظار پکښې لا څهٔ کوے؟ حضرت صالحؑ به ورته وې کم بختو اوس هم لا وخت شته ۔ توبه وباسیٔ اؤ خپل عمل سم کړیٔ چې دَ عذاب پهٔ ځائې درباندې دَ الله رحمت نازل شی ۔
قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَ بِمَنْ مَّعَكَ١ؕ قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ۴۷
ترجمه: هغوی ووې مونږ سپیرهٔ ګڼو تا اؤ ستا ملګری ۔ ف۶۰ هغهٔ ووې ستاسو بدبختی دَ الله سره ف۶۱ بلکې پهٔ تاسو ازمېښت کیږی ۔ ف۶۲
ف۶۰: یعنی کله راسې چې تا دا سپېرې خبرې شروع کړی دی پهٔ مونږ سخته راغلے ده ۔ قحط دے اؤ وباګانې دی اؤ کور پهٔ کور جګړې اؤ ډلې پرې دی ۔ دا ټول ستا برکت دے ۔
ف۶۱: یعنی دا سخته درباندې زما پهٔ وجه نهٔ ده راغلے ۔ دا تاسو ته دَ خپلو ناکاره عملونو نتیجه در رسی ۔
ف۶۲: یعنی دا سخته ورباندې دَ امتحان دپاره راغلے ده چې دوی پوهیږی اؤ دَ شرک اؤ کفر نه توبه وباسی اؤ کهٔ نه ۔
وَ كَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَ لَا یُصْلِحُوْنَ۴۸
ترجمه: اؤ وو پهٔ دې ښار کښې نههٔ کسان چې فساد ېٔ کؤلو پهٔ ملک کښې اؤ اصلاح ېٔ نهٔ کؤله ۔ ف۶۳
ف۶۳: دا نهه (۹) کسان شاید چې دَ نهو (۹) ډلو مشران وو چې پهٔ وطن کښې ېٔ فساد خورؤلو اؤ ایمان ېٔ نهٔ راؤړو ۔ پهٔ مکّه معظّمه کښې هم دَ کافرو نههٔ (۹) سرداران وو چې همېشه به ېٔ دَ مسلمانانو خلاف کؤلو ۔ اؤ رسول اللهﷺ اؤ مسلمانانو ته به ېٔ تکلیفونه رسؤل ۔ ځنو مفسرانو دَ هغو نهو سردارانو نومونه هم لیکلی دی ۔
قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَ اَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَ اِنَّا لَصٰدِقُوْنَ۴۹
ترجمه: خپلو کښې ېٔ ووې چې پهٔ الله قسمونه وخوریٔ چې دَ شپې به حمله کوؤ پهٔ دهٔ اؤ دَ دهٔ پهٔ کور ، بیا به ووایو دَ هغهٔ دعویدار ته چې مونږ نهٔ دے لیدلے کله چې تباه کېدو دَ دهٔ کور اؤ مونږ بېشکه رښتیا وایو ، ف۶۴
ف۶۴: یعنی پهٔ خپلو کښې ېٔ وعدې اؤ قسمونه وکړل چې دَ شپې به پهٔ صالحؑ حمله وکړو کور به ېٔ لوټ کړو اؤ یو کس به ژوندے پرې نهٔ ږدو اؤ بیا کهٔ صبا دَ هغهٔ خپلوان دَ خون دعویٰ کوی نو مونږ به وایو چې شپه وه مونږ خو هډو خبر نهٔ یو چې دا کار چا کړے دے مونږ خو پهٔ موقع موجود نهٔ وو ګنی داسې کار به رانه هېچا نهٔ وهٔ کړے ۔ غرض دا چې داسې قسم سازش ېٔ وکړو چې کار هم وشی اؤ څوک پکښې مجرم هم نهٔ شی ۔
وَ مَكَرُوْا مَكْرًا وَّ مَكَرْنَا مَكْرًا وَّ هُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ۵۰
ترجمه: اؤ دوی جوړ کړو یو چل اؤ مونږ هم جوړ کړو ورته یو چل خو دوی خبر نهٔ وو ۔ ف۶۵
ف۶۵: دَ دوی چل ول خو دا وهٔ چې دَ دروغو سازش ېٔ جوړ کړو اؤ دَ الله تعالیٰ چل ورسره دا وهٔ چې دومره مهلت ېٔ ورکړو چې خپل سازشونه ښهٔ ترسره کړی چې دَ سختې سزا حقدار شی اؤ بیا ېٔ څهٔ عذر نهٔ وی ۔ دوی خو دا مشورې کؤلے چې دَ صالحؑ قصه ختموؤ ۔ خبر نهٔ وو چې خپله قصه به ېٔ ختم شی ۔ اؤ دَ وېخه به نیست و نابود شی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې دَ دوی دَ تباهیٔ وخت راغلے وهٔ اؤ شرارت تر څو چې انتها ته ونهٔ رسی تباهی نهٔ راځی ۔
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ١ۙ اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَ قَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ۵۱
ترجمه: نو وګوره چې څهٔ انجام شو دَ هغوی دَ چل ، مونږ تباه کړل هغوی اؤ دَ هغوی قوم ټول ۔ ف۶۶
ف۶۶: دغه نهو (۹) کسو شرارتیانو اول خو دَ اوښې هلاکؤلو فیصله وکړه ۔ چې اوښه ېٔ مړه کړه نو صالحؑ ورته ووې چې اوس تاسو ته نور مهلت نهٔ شی درکؤلے ، پهٔ دریٔمه ورځ به درباندې دَ الله قهر نازلیږی ۔ دې نه پس هغوی دا صلاح وکړه چې دَ درے(۳) ورځو نه مخکښې مخکښې اوس دَ صالحؑ قصه هم ختمؤل پکار دی ۔ نو دا صلاح ېٔ وکړه چې دَ شپې پرې حمله کوؤ اؤ سره دَ بال بچ ېٔ قتل کوؤ ۔ دا نههٔ (۹) واړه دَ شپې پهٔ دې نیت را ووتل ۔ الله تعالیٰ دَ صالحؑ دَ حفاظت دپاره فرښتې را واستؤلے ، دَ دوی پرې وس بر نهٔ شو اؤ سحر وختی بیا دا نهه واړه اؤ ټول قوم ېٔ تباه شو ۔
فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةًۢ بِمَا ظَلَمُوْا١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ۵۲
ترجمه: نو دا دی دَ هغوی کورونه وران پراتهٔ دی دَ هغوی دَ انکار پهٔ سبب ، ف۶۷ بېشکه پهٔ دې کښې غټ دلیل دے هغه چا دپاره چې پوهیږی ۔ ف۶۸
ف۶۷: دَ مکّې معظّمې خلق چې به دَ شام پهٔ سفر تلل نو پهٔ لار کښې به ېٔ پهٔ وادی قرٰی کښې دَ ثمود قوم کنډرې لیدې ” فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةًۢ “ کښې دې ته اشاره ده ۔
ف۶۸: یعنی وګوریٔ دا دَ هغهٔ نافرمانه قوم کنډرے دی ، عبرت ترې واخلیٔ کهٔ نهٔ منیٔ نو ستاسو به هم دغه حال شی ۔
وَ اَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ كَانُوْا یَتَّقُوْنَ۵۳
ترجمه: اؤ بچ کړل مونږ هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے وهٔ اؤ پرهیزګار وو ۔ ف۶۹
ف۶۹: یعنی دَ صالحؑ ملګری چې ایمان ېٔ راؤړے وهٔ اؤ دَ کفر اؤ نافرمانیٔ نه ېٔ ځان ساتلو نو نن مونږ دَ سختې تباهیٔ نه وساتل ۔ دَ الله دې قدرت ته وګوریٔ چې مؤمنان اؤ کافران پهٔ یو کلی کښې سره ګډ وډ وسېدل خو چې عذاب راغلو نو کافران ېٔ پهٔ ګوته کړل اؤ مؤمنان بچ شو ۔
وَ لُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَ اَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ۵۴
ترجمه: اؤ لوط ، کله چې ووې هغهٔ قوم ته آیا تاسو کویٔ بې حیائی اؤ حال دا چې تاسو ښهٔ وینیٔ ۔ ف۷۰
ف۷۰: یعنی سوچ وکړیٔ دَ نافرمانیٔ انجام څومره دردناک دے؟
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ١ؕ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ۵۵
ترجمه: آیا تاسو ورځیٔ پهٔ سړیو دَ شهوت پهٔ نظر اؤ ښځې پرېږدیٔ بلکې تاسو ییٔ یو قوم ناپوهه ۔ ف۷۱
ف۷۱: یعنی تاسو نهٔ پوهېږیٔ چې دَ دې بې حیاییٔ به آخر انجام څومره خراب وی؟
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْۤا اٰلَ لُوْطٍ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ١ۚ اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ۵۶
ترجمه: بیا نور هېڅ ځواب نهٔ وهٔ دَ هغهٔ دَ قوم بې دَ دې نه چې وئیل به ېٔ وباسیٔ دَ لوط کورنۍ دَ خپل کلی نه ، دا داسې خلق دے چې پاک وسېدل غواړی ، ف۷۲
ف۷۲: یعنی خپل ځان ډېر پاک ستره ګڼی نو مونږ ناپاکو سره وسی ولې؟ دَ دې کلی نه دې بل خوا لاړ شی ۔
فَاَنْجَیْنٰهُ وَ اَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ١٘ قَدَّرْنٰهَا مِنَ الْغٰبِرِیْنَ۵۷
ترجمه: بیا مونږ بچ کړو هغه اؤ دَ هغهٔ کورنۍ ف۷۳ بغیر دَ هغهٔ دَ ښځې نه چې هغه مونږ مقرر کړے وه پهٔ تباه کېدونکیو کښې ۔ ف۷۴
ف۷۳: یعنی لوطؑ دَ هغهٔ اولاد اؤ مومنان ملګری مو بچ کړل اؤ نور قوم مو تباه کړو ۔
ف۷۴: یعنی دَ لوطؑ بی بی چې دَ قوم سره به ېٔ امداد کؤلو هغه هم دَ هغو سره تباه شوه ۔
وَ اَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا١ۚ فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ۠۵۸
ترجمه: اؤ ورباندې مو وورؤلو یو باران ، نوڅهٔ خراب باران وهٔ دَ ویرؤلی شویو ۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی دَ آسمان نه مو پرې دَ کاڼیو باران وکړو اؤ دَ ښار زمکه مو پهٔ بل مخ واړؤله ۔ حضرت شاه صاحب دَ دې درے واړو واقعاتو متعلق فرمائی ۔ حضرت سلیمانؑ فرمائیلی وو چې داسې لښکر به درپسې راولم چې تاسو به ېٔ مقابله نهٔ شیٔ کؤلے ۔ هم دغه خبره دَ رسول اللهﷺ اؤ دَ مکّې معظّمې والؤ سره وشوه ۔ حضرت صالحؑ باندې نهو کسانو دَ شپې دَ حملې کؤلو صلاح کړے وه ۔ الله تعالیٰ هغه بچ کړو اؤ دغه کسان ېٔ تباه کړل ۔ دَ مکّې معظّمې خلقو هم پهٔ رسول اللهﷺ دَ شپې دَ حملې نیت وکړو دَ هجرت پهٔ شپه ۔ خو هغوی ترېنه الله پاک بچ کړل ۔ لوطؑ ته قوم دَ کلی نه دَ وېستو صلاح کړے وه ۔ دَ مکّې خلقو هم رسول اللهﷺ ته دغه شان نیت کړے وهٔ ، خو هغهٔ ته الله تعالیٰ خپله دَ ښار پرېښو حکم ورکړو اؤ پهٔ دې طریقه ېٔ کار پوره کړو ۔
قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ وَ سَلٰمٌ عَلٰی عِبَادِهِ الَّذِیْنَ اصْطَفٰی١ؕ آٰللّٰهُ خَیْرٌ اَمَّا یُشْرِكُوْنَؕ۵۹
ترجمه: تهٔ ووایه ټول تعریفونه دَ الله دی اؤ سلام دے دَ هغهٔ پهٔ هغه بندیانو چې هغهٔ خوښ کړی دی ۔ ف۷۶ الله ښهٔ دے اؤ کهٔ هغه څهٔ چې دوی ېٔ ورسره شریکوی ۔ ف۷۷
ف۷۶: دَ عبرتناکو واقعاتو ختمؤلو نه پس اوس بیا دَ توحید بیان شروع کیږی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې دې آیت کښې دَ تقریر چل ښیٔلے شوے دے ۔ چې دَ الله دَ حمد و ثنا اؤ پهٔ رسول اللهﷺ دَ درود سلام نه پس دَ مطلب خبره دغه شان شروع کؤل پکار دی ۔ نورو مفسرانو لیکلی دی چې دَ عبرتناکو واقعاتو پهٔ ضمن کښې چې دَ الله پاک کوم احسانونه اؤ انعامونه بیان شو پېغمبر ته حکم وشو چې پهٔ دې باندې دَ الله حمد و ثنا ووائی اؤ شکر وباسی اؤ دَ الله پهٔ خوښو بندیانو (پېغمبرانو) سلام ووائی ۔
ف۷۷: دَ دې آیت نه بیا دَ توحید تبلیغ شروع شو چې دَ دې واقعاتو اورېدو اؤ پهٔ دې باندې غور کؤلو نه پس اوس تاسو خپله وواییٔ چې آیا دَ دغه قادرِ مطلق یو الله منل بهتر دی اؤ کهٔ یو عاجز مخلوق دَ هغهٔ سره خداییٔ کښې شریکؤل بهتر دی ۔ دا خبره اوس دومره مشکله نهٔ ده چې تاسو ته پکښې څهٔ شک پاتې وی ۔ بیا هم دَ زیاتی اسانتیا دپاره مخکښې آیتونو کښې دَ الله تعالیٰ دَ قدرتونو اؤ صفتونو بیان دے دَ کوم نه چې توحید ثابتیږی ۔