سُوْرَةُ الْمُؤْمِنُوْنَ مَکِیَّۃٌ وَّ ھِیَ مِائَۃٌ وَّ ثَمَانَ عَشَرَةَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍ ۔
ترجمه: سورتِ مؤمنون ، مکّه کښې نازل شوے، یو سل (۱۰۰)اؤ اتلس(۱۸) آیتونه اؤ شپږ رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَۙ۱
ترجمه: کار وویستو هغه ایماندارو ۔
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَۙ۲
ترجمه: چې پهٔ خپل نمانځهٔ کښې خشوع کؤنکی دی ۔ ف۱
ف۱: دَ خشوع معنٰی ده دَ چا پهٔ مخکښې دَ هیبت اؤ خوف نه خاموش اؤ ټیټ ودرېدل ۔ ځکه ابن عباسؓ دَ ”خاشعون“ تفسیر پهٔ خائفون ساکنون سره کړے دے ۔ یعنی دَ ویرې نه غلی ۔ اؤ دَ آیت ”تَرَی الْاَرْضَ خَاشِعَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْھَا الْمَآءَ اھْتَزَّتْ وَ رَبَتْ“ نه هم دا معلومیږی چې خشوع سره سکون اؤ خاموشی اؤ عاجزی ضروری ده ۔ پهٔ قرآن کریم کښې خشوع دَ سترګو اؤ آواز صفت راغلے دے اؤ پهٔ یو آیت کښې دَ زړهٔ صفت هم راغلے دے۔ ”اَلَمْ یَأْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْٓا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُھُمْ لِذِکْرِاللہِ“ دې نه معلومیږی چې خشوع اصل کښې دَ زړهٔ صفت دے اؤ دَ نورو اندامونو خشوع دَ زړهٔ تابع ده ۔ پهٔ نمانځهٔ کښې چې زړهٔ دَ الله دَ خوف اؤ هیبت نه خاشع ، ساکن اؤ عاجز وی ۔ نو خیالات اخوا دېخوا نهٔ شی ګډ وډ کېدے ۔ هم یو مقصود ته به متوجه وی اؤ دَ خوف اؤ هیبت اثر ، سکون اؤ خاموشی دَ بدن پهٔ ټولو اندامونو کښې څرګند وی ۔ بیا به بنده نهٔ دَ ویښتو اؤ جامو سره لوبې کوی نهٔ به دَ ګوتو نه ټکونه وباسی ، نهٔ به اخوا دیخوا ګوری ۔ نظر به ېٔ ښکته وی ۔ سر به ېٔ ټیټ کړے وی اؤ غلې به پهٔ زاریٔ ولاړ وی ۔ پهٔ احادیثو کښې روایت دے چې حضرت عبدالله بن زبیرؓ اؤ حضرت ابوبکر صدیقؓ به پهٔ نمانځهٔ کښې داسې ساکن ولاړ وو لکه وچ لرګے ۔ هېڅ حرکت به ېٔ نهٔ کؤلو اؤ وئیلی شی چې دغه دَ نمانځهٔ خشوع ده ۔ دَ فقهاؤ پهٔ دې کښې اختلاف دے چې آیا بې خشوع نمونځ صحیح اؤ مقبول دے کهٔ نه ۔ صاحب دَ روح المعانی لیکلی دی چې خشوع دَ نمونځ دَ صحت دپاره شرط نهٔ دے ۔ البته دَ قبلېدو دپاره ېٔ شرط دے ۔ (علامه عثمانی فرمائی) زما پهٔ خیال ښهٔ دا ده چې ووئیلی شی خشوع دَ ښهٔ قبلېدو دپاره شرط دے ۔ والله اعلم ۔ دَ پوره تفصیل دا ځائې نهٔ دے پهٔ احیاء العلوم کښې ېٔ وګوریٔ ۔ بهرحال انتهائی کامیابی اؤ فلاح به دَ هغه مؤمنانو وی چې نمونځ پهٔ خشوع خضوع سره کوی اؤ دا وروستو بیان شوی نور صفتونه پکښې هم ټول موجود وی ۔
وَ الَّذِیْنَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُوْنَۙ۳
ترجمه: اؤ هغه ایماندارو چې بې کاره خبرو ته خیال نهٔ کوی ، ف۲
ف۲: یعنی پهٔ فضول اؤ بې کاره خبرو خپل وخت نهٔ خرابوی ۔ کهٔ بل څوک فضول خبرې کوی نو دې ترېنه مخ واړوی اؤ پهٔ خپل عبادت کښې مشغول شی ۔ دَ هغهٔ سره دَ خپل عبادت نه سوا دومره وخت نهٔ وی چې پهٔ فضول خبرو ېٔ بربادوی ۔
وَ الَّذِیْنَ هُمْ لِلزَّكٰوةِ فٰعِلُوْنَۙ۴
ترجمه: اؤ هغه ایماندارو چې زکوٰة ورکؤنکی وو ۔ ف۳
ف۳: یعنی دَ هغوی عادت دا وی چې همېشه زکوٰة ادا کوی ۔ دا نهٔ چې کله ېٔ ادا کړی اؤ کله ترې پاتې شی ۔ غالبًا دَ دغې دوام دَ معنې پهٔ لحاظ دَ یُؤَدُّوْنَ الزَّکٰوةَ پهٔ ځائې ”لِلزَّکَوٰةِ فَاعِلُوْنَ“ ووئیلی شو ۔ ځنو مفسرانو دلته دَ زکوٰة معنٰی طهارت اؤ پاکی کړے ده یا تزکیه نفس ۔ ګویا کهٔ دا آیت ېٔ دَ ”قَدْ اَفْلَحَ مَنْ تَزَکّٰی“ سره مشابهه کړے دے ۔ کهٔ دغه معنٰی وی نو بیا دَ پاکیٔ مفهوم عام اخستل پکار دی ۔ چې دَ بدن پاکی ، دَ مال پاکی اؤ دَ نفس پاکی ټول پکښې راشی ۔ زکوٰة هم دَ مال پاکی ده ۔ ”خُذْ مِنْ اَمْوَالِھِمْ صَدَقَۃً تُطَھِّرُھُمْ وَ تُزَکِّیْھِمْ بِھَا ۔“ (سورتِ توبه ، رکوع ۱۳)
دا سوال چې دا آیت مکّی دے اؤ زکوٰة پهٔ مدینه کښې فرض شوے دے ۔ ابن کثیرؒ دَ دې پهٔ ځواب کښې ثابته کړے ده چې زکوٰة فرض شوے پهٔ مکّه معظّمه کښې وهٔ ۔ البته نصاب اؤ مقدار ېٔ پهٔ مدینه کښې متعین شوے دے ۔
وَ الَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَۙ ۵
ترجمه: اؤ هغه ایماندارو چې خپل خاص اندامونه محفوظ ساتی ۔
اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَۚ۶
ترجمه: بې دَ خپلو ښځو نه اؤ بې دَ خپل ملکیت وینځو نه ، نو پهٔ دوی باندې هېڅ الزام نشته ۔
فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَۚ۷
ترجمه: بیا څوک چې لټوی دَ دې نه علاوه (نورې لارې) نو دغه کسان دی دَ حد نه وتونکی ۔ ف۴
ف۴: یعنی څوک چې دَ نکاح کړے ښځې یا خپل ملکیت وینځې نه علاوه دَ شهوت پوره کؤلو دپاره بله لار لټوی هغه دَ شرعی حدودو نه تجاوز کوی ۔ پهٔ دې کښې زنا ، لواطت ، موټک وهل وغېره ټول راغلل ۔ پوره تفصیل روح المعانی کښې وګوریٔ ۔
وَ الَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَ عَهْدِهِمْ رٰعُوْنَۙ۸
ترجمه: اؤ هغه چې دَ خپلو امانتونو اؤ وعدو خیال ساتی ۔ ف۵
ف۵: یعنی دَ امانت اؤ قول و اقرار حفاظت کوی ۔ خیانت اؤ بې لوظی نهٔ کوی۔ دَ الله پهٔ معامله کښې ، نهٔ دَ بندګانو پهٔ کار کښې ۔
وَ الَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَوٰتِهِمْ یُحَافِظُوْنَۘ۹
ترجمه: اؤ هغه ایماندار چې دَ خپلو نمونځونو حفاظت کوی ۔ ف۶
ف۶: نمونځونه پهٔ خپل خپل وخت دَ آدابو اؤ حقوقو پوره پوره لحاظ سره ادا کوی ۔ دَ دنیا پهٔ کار کښې دَ مشغولتیا پهٔ وجه دَ الله دَ حق نه غفلت نهٔ کوی اؤ نهٔ پهٔ عبادت کښې مشغولتیا پهٔ وجه دَ بندګانو حقونه پرېږدی ۔ تر دې ځایه دَ کامیابو مؤمنانو شپږ ښهٔ خویونه بیان شول ۔
(۱) نمونځ پهٔ خشوع و خضوع سره کؤل ۔
(۲) دَ فضول خبرو نه ځان ساتل ۔
(۳) زکوٰة یعنی مالی حقونه ادا کؤل یا خپل بدن ، مال اؤ نفس پاک ساتل ۔
(۴) نفسانی خواهش قابو کښې ساتل ۔
(۵) دَ امانت اؤ وعدې حفاظت کؤل ۔
(۶) پهٔ آخر کښې بیا دَ نمانځهٔ دَ حفاظت تاکید دے چې پوره آدابو سره پهٔ خپل خپل وخت پهٔ صحیح طریقه وشی ۔ دې نه معلومه شوه چې دَ الله تعالیٰ سره دَ نمانځهٔ څومره لویه درجه ده چې شروع هم دَ دې نه وشوه اؤ ختم هم پهٔ دې شوه ۔
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْوٰرِثُوْنَۙ۱۰
ترجمه: هم دغه کسان میراث اخستونکی دی ۔
الَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْفِرْدَوْسَ١ؕ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۱۱
ترجمه: چې میراث کښې اخلی دَ یخو سیورو باغونه ، ف۷ دوی به پکښې همېشه وسی ۔
ف۷: جنّت دَ مسلمانانو زوړ میراث دے ۔ مخکښې یو ځائې کښې مونږ دا پوره تفصیل لیکلے دے ۔
وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ طِیْنٍۚ۱۲
ترجمه: اؤ مونږ جوړ کړے دے بنیادم دَ غوره کړې شوے خاورې نه ۔ ف۸
ف۸: دَ ټولو بنیادمو مشر نیکهٔ حضرت آدم علیه السّلام دَ خاورې نه جوړ شوے دے ۔ نو ټول بنیادم دَ خاورې نه شو ۔ هسې هم دَ بنیادم پیداوښت دَ منی نه دے اؤ منی دَ خاورې نه راټوکیدلے غذا نه حاصلیږی نو آخر سر ېٔ خاوره ده ۔
ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ۪۱۳
ترجمه: بیا مو وساتلو دَ اوبو دَ څاڅکی پهٔ شکل کښې پهٔ یو ټینګ ځائې کښې ۔ ف۹
ف۹: یعنی دَ مور پهٔ رَحِمْ کښې چې چرته ترې خوزېدے نهٔ شی ۔
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا١ۗ ثُمَّ اَنْشَاْنٰهُ خَلْقًا اٰخَرَ١ؕ فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ اَحْسَنُ الْخٰلِقِیْنَؕ۱۴
ترجمه: بیا مو جوړه کړه دَ دغه حاڅکی نه چکه وینه ، بیا مو جوړه کړه دَ دې چکه وینې نه دَ غوښې ټوټه ، بیا مو جوړ کړل دَ دې ټوټې نه هډوکی ، بیا مو ور واغوستؤله دې هډوکی ته غوښه ، ف۱۰ بیا مو را پورته کړو پهٔ یو نوی شکل کښې، ف۱۱ نو لوئے برکت دے دَ الله چې دَ ټولو نه بهتر جوړؤنکے دے۔ ف۱۲
ف۱۰: یعنی دَ غوښې څهٔ حصه مو سخته کړه هډوکے مو ترې جوړ کړو ۔ بیا مو دَ هغې هډوکیو دپاسه نوره غوښه اؤ څرمن وخېژؤله ۔ پهٔ سورتِ حج کښې هم دَ بنیادم دَ تخلیق دغه شان یو ترتیب بیان شوے دے ۔
ف۱۱: یعنی دَ ژوند روح مو پکښې واچؤلو اؤ روغ رمټ ژوندې بنیادم ترېنه جوړ شو ۔ چې بیا ورباندې دَ وړوکوالی ، ځوانیٔ اؤ بوډاوالی مختلف دورونه تېریږی ۔
ف۱۲: دَ ټولو نه بهترین جوړؤنکے دے چا چې دَ بنیادم اندامونه ډېر پهٔ ښائسته اؤ پهٔ مناسبه طریقه جوړ کړل اؤ بهترین قوتونه اؤ صفتونه ېٔ ورکړل ۔
ثُمَّ اِنَّكُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ لَمَیِّتُوْنَؕ۱۵
ترجمه: بیا به تاسو دَ دې نه پس مریٔ ۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی دَ ستاسو وجود ذاتی نهٔ دے بل چا درکړے دے ۔ کوم وخت چې ېٔ درنه هغه اخلی اؤ مرګ درباندې راولی نو پهٔ هېڅ شان ترې ځان خلاصؤلی نهٔ شیٔ ۔ یقینًا یو زبردست طاقت بل شته چې دَ ستاسو دَ ژوند واګې ېٔ پهٔ خپل لاس کښې ساتلی دی ۔ چې کله ېٔ خوښه وی سستې ېٔ کړی اؤ چې کله ېٔ خوښه شی راېٔ کاږی ۔
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ تُبْعَثُوْنَ۱۶
ترجمه: بیا به تاسو دَ قیامت پهٔ ورځ دوباره پورته کؤلی شیٔ ۔ ف۱۴
ف۱۴: چا چې پهٔ وړومبی ځل پیدا کړی يیٔ ۔ هم هغه به مو بیا دوباره ژوندی کوی۔ چې دَ دې وجود پټ طاقتونه اؤ دَ دې ژوند دَ عمل نتیجې صفا څرګندې شی اؤ پته ولګی چې دا دومره لویه کارخانه هسې لوبې نهٔ دی ، دَ یو خاص مقصد دپاره جوړه شوے ده ۔
وَ لَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآىِٕقَ١ۖۗ وَ مَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غٰفِلِیْنَ۱۷
ترجمه: اؤ مونږ جوړې کړے دی ستاسو دپاسه ووهٔ (۷) لارې ۔ ف۱۵ اؤ مونږ نهٔ یُو دَ خپل مخلوق نه بې خبره ۔ ف۱۶
ف۱۵: ځنو مفسرینو دَ سبع طرائق نه دَ آسمان ووهٔ (۷) طبقې مراد اخستی دی چې لاندې باندې ووهٔ (۷) آسمانونه دی زمونږ نه پورته لکه چې بل آیت دے ”کَیْفَ خَلَقَ اللہُ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ۔“ اؤ ځنو مفسرانو دَ طرائق معنٰی لارې کړی دی چې آسمانونو کښې هم دَ فرښتو دَ تلو راتلو لارې دی اؤ دَ موجوده زمانې ځنو مفسرانو ترېنه دَ ووهٔ (۷) سيّارو مدارونه اخستی دی ۔ یعنی دَ سیّارو دَ چلن لارې ۔
ف۱۶: الله تعالیٰ هر شے پهٔ پوره انتظام ، مضبوطیا اؤ پوره خبرداریٔ جوړ کړے دے اؤ دَ هغو دَ حفاظت اؤ بقا پهٔ طریقو هم ښهٔ خبر دے ۔ پهٔ اجرامِ فلکیو یا مخلوق کښې یو شے هم دَ الله تعالیٰ دَ علم نه بهر نشته ۔ ګنی ټول انتظام به ګډ وډ شوے وهٔ ۔ اؤ دَ کروړونو کالو راسې به داسې پهٔ صحیح طریقه نهٔ چلېدو ۔ ”یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْھَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْھَا “ الخ (سورتِ الحدید ، رکوع ۱) ”الله ته معلوم دی څهٔ چې دې زمکې ته ننوځی اؤ څهٔ چې ترېنه راوځی اؤ څهٔ چې آسمان نه راکوزیږی اؤ څهٔ چې آسمان ته خیژی ۔“ الخ
وَ اَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءًۢ بِقَدَرٍ فَاَسْكَنّٰهُ فِی الْاَرْضِ١ۖۗ وَ اِنَّا عَلٰی ذَهَابٍۭ بِهٖ لَقٰدِرُوْنَۚ۱۸
ترجمه: اؤ مونږ راکوزې کړې دَ آسمان نه اوبهٔ ، ف۱۷ پهٔ اندازه ، بیا مو هغه اوبهٔ ایسارې کړې پهٔ زمکه ۔ ف۱۸ اؤ کهٔ مونږ ېٔ بوځو نو بوتلې ېٔ شو ۔ ف۱۹
ف۱۷: دَ آسمان نه اوبهٔ پهٔ اندازه راکوزوؤ ۔ نهٔ دومره زیاتې چې بې وخته دنیا ورانه کړی اؤ نهٔ دومره کمې چې دَ خلقو ضرورت ته کافی نهٔ شی ۔
ف۱۸: یعنی دَ باران اوبهٔ زمکه کښې جذب شی چې بیا ېٔ مونږ دَ کوهیانو نه را وباسو ۔
ف۱۹: کهٔ اوبهٔ نهٔ راکوزوؤ ۔ یا ېٔ راکوزې کړو خو دَ ستاسو دَ وس نه ېٔ بهر کړو چې تاسو ترې فائده نهٔ شیٔ اخستے ۔ مثلًا زمکه کښې دومره کوزې لاړې شی چې مونږ ېٔ ترې بیا راوستې نهٔ شو ۔ یا ېٔ زمکه هډو جذب نهٔ کړی ، پهٔ هوا کښې وچې شی ۔ یا ترخې تروې اؤ داسې خرابې شی چې دَ استعمال نهٔ وی ۔ مونږ دا هر څهٔ کؤلی شو ۔
فَاَنْشَاْنَا لَكُمْ بِهٖ جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّ اَعْنَابٍ١ۘ لَكُمْ فِیْهَا فَوَاكِهُ كَثِیْرَةٌ وَّ مِنْهَا تَاْكُلُوْنَۙ۱۹
ترجمه: بیا مو زرغون کړل پهٔ دې اوبو تاسو دپاره دَ کجورو اؤ دَ انګورو باغونه ، تاسو دپاره دې کښې مېوې دی ډېرې چې تاسو ترې خوریٔ۔ ف۲۰
ف۲۰: یعنی دې باغونو اؤ آبادیٔ ته تاسو ګوریٔ خوشحالېږیٔ اؤ ځنې مېوې ترېنه دَ خوند دپاره اؤ ځنې دَ غذا دپاره استعمالویٔ ۔
وَ شَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُوْرِ سَیْنَآءَ تَنْۢبُتُ بِالدُّهْنِ وَ صِبْغٍ لِّلْاٰكِلِیْنَ۲۰
ترجمه: اؤ هغه ونه چې ټوکیږی پهٔ سینا غرهٔ کښې را وباسی تیل اؤ ترکاری دَ خوړونکیو دپاره ۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی دَ زیتون ونه چې تیل ترېنه ووځی ۔ دوایانو کښې هم استعمالیږی اؤ دَ عربو خلق ېٔ خوراک کښې هم دَ غوړیو پهٔ ځائې استعمالوی ۔ دَ دې ونې ذکر خاص طور سره ځکه وشو چې پهٔ دې کښې دَ نورو ونو پهٔ نسبت ډېرې فائدې دی اؤ خاص شرافت اؤ برکت ېٔ وی ۔ ځکه پهٔ سورتِ تین کښې پرې قسم خوړلے شوے دے ۔ کوهِ طور ته ېٔ نسبت هم دَ برکت ظاهرؤلو دپاره شوے دے ۔ شاید چې دې غرهٔ کښې پیدا کیږی هم ډېر ۔
وَ اِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً١ؕ نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهَا وَ لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ كَثِیْرَةٌ وَّ مِنْهَا تَاْكُلُوْنَۙ۲۱
ترجمه: اؤ تاسو دپاره پهٔ څاروؤ کښې دَ سوچ خبرې دی ، څښوؤ پهٔ تاسو دَ دغه څاروؤ دَ ګېډو دَ څیز نه ، اؤ تاسو دپاره پهٔ دې څاروؤ کښې (نورې هم) ډېرې فائدې دی ، اؤ ځنی تاسو خوریٔ ۔ ف۲۲
ف۲۲: دَ ونو بوټو نه پس اوس دَ څاروؤ تذکره کیږی ۔ یعنی مونږ پهٔ خپل قدرت تاسو باندې دَ څاروؤ نه پئ څښوؤ اؤ ستاسو دپاره پکښې نورې هم ډېرې فائدې دی ۔ تر دې چې دَ ځنو څاروؤ غوښې خوړو اجازت هم درکړې شوے دے اؤ پهٔ ځنو څاروؤ درانه بارونه دَ یو ځائې نه بل ځائې ته وړیٔ اؤ سورلی هم پرې کویٔ ۔
وَ عَلَیْهَا وَ عَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ۠۲۲
ترجمه: اؤ پهٔ دې څاروؤ اؤ کشتیو تاسو بار شوی ګرځیٔ ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی پهٔ وچه پهٔ ځناورو سورلی کویٔ اؤ لرې لرې ځایونو ته ځیٔ اؤ پهٔ اوبو کښې پهٔ کشتیو اؤ جهازونو کښې سوارهٔ روان ییٔ اؤ درانهٔ سامانونه هم پکښې لرې لرې وړیٔ ۔ (چې پهٔ خپله شا مو هرګز نهٔ شو وړې) دَ کشتۍ پهٔ مناسبت اوس ورپسې دَ نوحؑ دَ کشتۍ واقعه بیانیږی چې څنګه ورته الله تعالیٰ دَ کشتۍ جوړؤلو حکم وکړو ۔ اؤ څنګه ېٔ مؤمنان دَ عظیم طوفان نه دَ کشتۍ پهٔ ذریعه بچ کړل ۔ بیا دَ نوحؑ دَ ذکر سره دَ نورو نبیانو حال هم بیانیږی ۔ شاید چې پهٔ دې کښې دې طرف ته اشاره ده ۔ چې څنګه مونږ دَ ستاسو دَ بدن دَ پرورش اؤ حفاظت انتظام کړے دے ، دغه شان دَ ستاسو دَ روحانی ترقیٔ اؤ دَ روح دَ تربیت دپاره هم دَ دنیا دَ آبادېدو راسې دَ وحې اؤ پېغمبرانو سلسله جاری ده یا داسې وواییٔ چې اول ېٔ دَ خپل قدرت نښانې بیان کړې ۔ توحید طرف ته ېٔ خلق متوجه کړل نو بیا ېٔ دَ توحید دَ تکمیل دپاره دَ نبوت دَ سلسلې بیان شروع کړو چې دَ هغې پهٔ ضمن کښې دَ نبیانو دَ تابعدارو دَ ښهٔ انجام اؤ دَ نافرمانو دَ تباهیٔ اؤ بربادیٔ ذکر هم راغلو ۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ۲۳
ترجمه: اؤ مونږ را واستؤلو نوح خپل قوم ته هغهٔ ووې اے قومه عبادت کویٔ دَ الله ، نشته تاسو دپاره بل معبود بې دَ هغهٔ نه آیا تاسو ویرېږیٔ نه ۔
فَقَالَ الْمَلَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ١ۙ یُرِیْدُ اَنْ یَّتَفَضَّلَ عَلَیْكُمْ١ؕ وَ لَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً١ۖۚ مَّا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَۚ۲۴
ترجمه: بیا ووې هغه سردارانو چې وو کافران دَ دهٔ پهٔ قوم کښې ، دې څوک دے ، خو یو بنده دے ستاسو پهٔ شان ، ف۲۴ دا غواړی چې ځان زیات کړی پهٔ تاسو باندې ، اؤ کهٔ الله غوښتې نو راکوزې کړے به ېٔ وې فرښتې ۔ ف۲۵ مونږ نهٔ دی اورېدلې دا خبرې دَ خپلو پلارانو ، نیکونو مخکښینیو نه ۔ ف۲۶
ف۲۴: یعنی پهٔ مونږ اؤ پهٔ دهٔ کښې فرق څهٔ دے چې دې دَ الله رسول دے اؤ مونږ ېٔ نهٔ یو ۔
ف۲۵: یعنی دې خپل حکومت اؤ سرداری غواړی اؤ مونږ ټول دَ ځان تابع کوی ۔ دې دپاره ېٔ دا چل جوړ کړے دے چې زهٔ دَ الله رسول یم ۔ آیا الله خپل پیغام پهٔ فرښتو نهٔ شو راستؤلے؟ چې دې ېٔ ورته مقرر کؤلو ۔
ف۲۶: یعنی مونږ داسې عجیبه خبره چرې نهٔ ده اورېدلے چې زمونږ غوندې یو بنیادم دې راپورته شی اؤ دَ دې دومره ګڼو خدایانو حکومت دې ختم کړی اؤ دَ یو الله حکومت دې جوړ کړی ۔
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلٌۢ بِهٖ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوْا بِهٖ حَتّٰی حِیْنٍ۲۵
ترجمه: نور هېڅ نهٔ دی خو دا سړے سودائی شوے دے نو تاسو ورته انتظار وکړیٔ ، تر څهٔ وخته ۔ ف۲۷
ف۲۷: داسې معلومیږی چې دَ دې عاجز دماغ خراب شوے دے ۔ چې دَ ټول قوم اؤ دَ خپل پلار نیکهٔ طریقې ته غلطه وائی اؤ داسې ناشنا خبرې کوی چې دَ هېچا پهٔ عقل کښې نهٔ راځی ۔ لیونے نهٔ دے نو څهٔ دے؟ تاسو ورته څو ورځې صبر وکړیٔ ۔ شاید چې دَ مرض دوره ېٔ کمه شی اؤ خپله ورته خیال راشی چې دا زهٔ څهٔ ګډې وډې وایم ۔ نو خپله به خبره ختم شی اؤ غلې به شی۔
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ۲۶
ترجمه: نوح ووې اے ربه زما امداد وکړې دوی خو ما دروغژن ګڼی ، ف۲۸
ف۲۸: یعنی چې نوحؑ پهٔ وعظونو ستړې شو ۔ نهه نیم سوه کاله کښې ېٔ خلقو پهٔ خبره یقین ونهٔ کړو اؤ خلق دَ خپلو غلطو عقیدو نه وانهٔ وړېدل نو خپل الله ته ېٔ فریاد وکړو چې اے ربه دَ دې ظالمانو پهٔ مقابله کښې تهٔ زما امداد وکړې۔ دا خلق خو زما پهٔ خبرو یقین نهٔ کوی ۔ خپله څهٔ ګمراه دی چې نوره دنیا هم خرابوی ۔
فَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ اَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَ وَحْیِنَا فَاِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَ فَارَ التَّنُّوْرُ١ۙ فَاسْلُكْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَ اَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ١ۚ وَ لَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا١ۚ اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ۲۷
ترجمه: بیا حکم را واستؤلو مونږ هغهٔ ته چې جوړه کړه کشتۍ زمونږ دَ سترګو وړاندې ۔ اؤ زمونږ پهٔ حکم ، بیا څهٔ وخت چې را ورسی زمونږ اؤ جوش ووهی تنور نو واچوه پهٔ دې کشتۍ کښې دَ هر څیز جوړه دوه دوه اؤ دَ خپل کور خلق ف۲۹ بې دَ هغه چا دَ چا قسمت کښې چې خبره دَ مخکښې نه فیصله شوے ده ۔ ف۳۰ اؤ ما سره خبره مهٔ کوه دَ بې انصافو پهٔ حق کښې ۔ بېشکه دا ظالمان ډوبیدونکی دی ۔ ف۳۱
ف۲۹: دا قصه مخکښې پهٔ سورتِ هود کښې هم تېره شوے ده ۔ هلته دَ دې الفاظو ”اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ“ تفسیر وګوریٔ ۔
ف۳۰: یعنی کافر کهٔ ستا دَ کورنۍ وی هم ېٔ مهٔ سوروه صرف ایماندار سوارهٔ کړه ۔ دَ ستا دَ کورنۍ کسان کهٔ کافر وی هغه به هم دَ نورو سره غرقیږی ۔
ف۳۱: دَ قطعی عذاب حکم راغلے دے دا نهٔ بدلېدونکے حکم دے ۔ ضرور به کیږی ۔ دَ ظالمانو دَ بچ کؤلو دپاره دَ سفارش کوشش مهٔ کوه ۔
فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَ مَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۲۸
ترجمه: بیا څهٔ وخت چې سور شې تهٔ اؤ ستا ملګری پهٔ کشتۍ کښې نو ووایه چې شکر دے دَ الله چې خلاص ېٔ کړو مونږ دَ ظالمانو خلقو نه ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی پهٔ دې خبره دَ الله شکر وباسه چې مؤمنان ېٔ دَ ظالمانو نه جدا کړل اؤ دَ عذاب نه ېٔ بچ کړل ۔
وَ قُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّ اَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ۲۹
ترجمه: اؤ ووایه اے ربه کوز کړې مونږ پهٔ برکتی کوزېدو ، اؤ تهٔ ئ دَ ټولو نه بهتر کوزؤنکے ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی پهٔ کشتۍ کښې هم پهٔ آرام ځائې راکړه اؤ کوم ځائې چې مو کوزوې هلته مو هم دَ تکلیف نه بچ کړه چې پهٔ هر ځائې دَ ستا رحم اؤ برکت راسره وی ۔
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّ اِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ۳۰
ترجمه: پهٔ دې کښې نښانې دی اؤ مونږ یُو امتحان اخستونکی ۔ ف۳۴
ف۳۴: مونږ خپلې نښانې دې دپاره څرګندوؤ چې څوک ترېنه عبرت اخلی اؤ څوک ورته فکر نهٔ کوی ۔ لکه چې بل آیت دے ”وَ لَقَدْ تَّرَکْنٰھَآ اٰیَةً فَھَلْ مِنْ مُّدَّکِرٍ“ (اؤ مونږ دا نښانې څرګندې کړې نو شته څوک نصیحت قبلؤنکے؟ چې عبرت ترې واخلی) (سورتِ قمر ، رکوع۱)
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْۢ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَۚ۳۱
ترجمه: بیا مونږ پیدا کړه دَ دوی نه پس یوه ډله بله ۔ ف۳۵
ف۳۵: دَ دې نه قوم عاؔد یا ثمؔود مراد دے ۔
فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ١ؕ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ۠۳۲
ترجمه: بیا مو را واستؤلو هغوی ته یو رسول هم پهٔ هغوی کښې ف۳۶ چې عبادت کویٔ دَ یو الله ، نشته ستاسو دپاره بل معبود بې دَ الله نه ، آیا تاسو نهٔ ویرېږیٔ ۔
ف۳۶: یعنی حضرت هودؑ یا صالحؑ ۔
وَ قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَ اَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ۙ مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ١ۙ یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَ یَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ۪ۙ۳۳
ترجمه: اؤ ووې دَ هغهٔ دَ قوم مشرانو چې کافران وو ۔ اؤ دروغ ېٔ ګڼلو دَ آخرت ملاقات اؤ آرام ورکړے وهٔ مونږ هغوی ته دنیا کښې ، ف۳۷ هېڅ نشته خو دا یو سړے دے ستاسو پهٔ شان چې خوری هغه څهٔ چې تاسو ېٔ خوریٔ اؤ څښی هغه څهٔ چې تاسو ېٔ څښیٔ ۔ ف۳۸
ف۳۷: یعنی دا عقیده ېٔ نهٔ وه چې دَ مرګ نه پس به خپل اللہ سرہ مخامخ کیږو۔ بس دغه دَ دنیا ژوند ېٔ هر څهٔ ګڼلو ، آخرت ېٔ نهٔ منلو ۔
ف۳۸: یعنی پهٔ ظاهره پکښې دَ ستاسو نه زیات هېڅ صفت نشته ۔ هم دغه ستاسو پهٔ شان بنده دے ، دغه شان خوری څښی ۔
وَ لَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَۙ۳۴
ترجمه: اؤ کهٔ تاسو تابعداری وکړه دَ ځان پهٔ شان دَ یو بنیادم ، نو تاسو بېشکه چې خراب شویٔ ۔ ف۳۹
ف۳۹: دَ دې نه زیاته خرابی به څهٔ وی؟ چې دَ ځان پهٔ شان یو بنده دَ ځان نه زیات وګڼیٔ اؤ دَ هغهٔ تابعدار شیٔ ۔
اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَ كُنْتُمْ تُرَابًا وَّ عِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ۪ۙ۳۵
ترجمه: آیا دې تاسو سره دا وعده کوی چې تاسو مرهٔ شیٔ اؤ خاورې اؤ هډوکی شیٔ نو تاسو به بیا را ووځیٔ ۔
هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ۪ۙ۳۶
ترجمه: کله کېدے شی ، کله کېدے شی کومې وعدې چې تاسو سره کیږی، ف۴۰
ف۴۰: یعنی څومره دَ عقل نه بهر خبره ده چې هډوکی ېٔ ذرې ذرې شی اؤ خاورې خاورې شی نو بیا به دَ قبر نه روغ بنده څنګه پورته شی؟ دا اوس دَ منلو خبره ده؟
اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَ نَحْیَا وَ مَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ۪ۙ۳۷
ترجمه: نور هېڅ نشته خو دغه دَ دې دنیا ژوند دے ، مړهٔ کیږو اؤ ژوندی کیږو ۔ اؤ بیا مونږ پورته کیدونکی نهٔ یُو ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی آخرت چرته دے؟ اؤ حساب کتاب چرته دے؟ خو هم دغه دَ دنیا ژوند دے ، چې مړهٔ شو بس خبره خلاصه شوه بیا ژوندی کېدل نشته ۔ هم دغه دَ دنیا ژوند دے څوک مری اؤ څوک پیدا کیږی ۔ دا مو نهٔ دی لیدلی چې مړی چرته بیا واپس دنیا ته راغلی وی ۔ چې مړ شی بس معامله ختم شوه ۔ بیا ژوندی کېدل نشته ۔
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ اِ۟فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّ مَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ۳۸
ترجمه: نور هېڅ نشته خو دا یو سړے دے چې دروغ ېٔ جوړ کړل پهٔ الله باندې ف۴۲ اؤ مونږ دَ دهٔ منونکی نهٔ یو ۔
ف۴۲: یعنی دَ دهٔ دا دعویٰ چې زهٔ دَ الله رسول یم اؤ الله به مړی بیا ژوندی کوی اؤ دَ عمل بدله به ورکوی ۔ دا دواړه خبرې ېٔ دروغ دی ، اؤ مونږ ېٔ هرګز منونکی نهٔ یو ۔
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ۳۹
ترجمه: هغهٔ ووې اے زما ربه زما امداد وکړې چې دوی دروغژن وګڼلم ، ف۴۳
ف۴۳: یعنی چې پېغمبر دَ کافرو دَ طرف نه نا امیده شو نو دَ خپل رب نه ېٔ امداد وغوښتو ۔
قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَۚ۴۰
ترجمه: الله ووې اوس به پهٔ لږو ورځو کښې سحر پراتهٔ وی پښېمانه ، ف۴۴
ف۴۴: یعنی عذاب ورباندې راتلونکے دے ۔ اوس خو دوی یقین نهٔ کوی خو بیا به پښېمانه وی ارمان به کوی خو دا پښېمانی به څهٔ فائده نهٔ ورکوی ۔
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً١ۚ فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۴۱
ترجمه: نو راګېر کړل هغوی یو ناترسه چغې پهٔ حقه ،ف۴۵ بیا مو جوړ کړل ترې خس و خشاک ، ف۴۶ نو لرې دے وی ګنهګار خلق، ف۴۷
ف۴۵: داسې معلومیږی چې دا واقعه دَ قومِ ثمود ده ځکه چې پهٔ چغه دغه قوم هلاک شوے وهٔ ۔ والله اعلم ۔
ف۴۶: څنګه چې دَ سیلاب اوبهٔ خس و خشاک (ګنګخړ) ځان سره بهوی ۔ دغه شان دَ الله دَ عذاب پهٔ سیلاب کښې دغه خلق تباه و برباد شو ۔ نوم نشان ېٔ ورک شو ۔
ف۴۷: یعنی دَ الله دَ رحمت نه دې لرې وی ۔
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْۢ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَؕ۴۲
ترجمه: بیا مونږ پیدا کړې دَ دوی نه پس نورې ډلې ۔
مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَ مَا یَسْتَاْخِرُوْنَؕ۴۳
ترجمه: نهٔ مخکښې تلې شی یو قوم دَ خپلې نېټې نه ، اؤ نهٔ وروستو پاتې کېدے شی۔ ف۴۸
ف۴۸: یعنی هر یو قوم چې دَ خپل پېغمبر تکذیب کؤلو پهٔ خپله خپله نېټه هلاک شوی دی ۔ کومه نېټه چې دَ کوم قوم دپاره مقرر وه دَ هغې نه یو منټ نهٔ وړاندې شوی دی نهٔ وروستو شوی دی ۔
ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا١ؕ كُلَّمَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّ جَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ١ۚ فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ۴۴
ترجمه: بیا مونږ را واستؤل رسولان پرله پسې ، کله چې ورسېدو یو قوم ته دَ هغوی رسول ، دروغژن ېٔ ورته ووې ، بیا روان کړل مونږ یو بل پسې اؤ وموګرځؤل تشې قصې، ف۴۹ نو لرې دې وی هغه قوم چې ایمان نهٔ راؤړی ، ف۵۰
ف۴۹: یعنی دَ رسولانو یوه لړۍ شروع شوه ۔ پله پسې مې رسولان را واستؤل اؤ تکذیب کؤنکی مې هم پله پسې تباه کړل ۔ پهٔ دې طریقه ډېر قومونه تباه شول چې اوس دَ هغو تشې قصې پاتی دی ۔ نور ېٔ څهٔ نوم نشان نشته ۔ نن هم دغه قصې دَ عبرت دپاره کؤلے شی ۔
ف۵۰: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ رحمت نه دې لرې وی ۔
ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَ اَخَاهُ هٰرُوْنَ١ۙ۬ بِاٰیٰتِنَا وَ سُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍۙ۴۵
ترجمه: بیا مو را واستؤلو موسٰی اؤ دَ هغهٔ ورور هارون ، دَ خپلو نښانو اؤ څرګند دلیل سره ۔
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَ مَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَ كَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَۚ۴۶
ترجمه: فرعون اؤ دَ هغهٔ سردارانو ته ۔ نو دوی لوئی وکړه ۔ اؤ وو دا خلق کبرژن ف۵۱
ف۵۱: کبر اؤ لوییٔ دَ دوی دماغ خرب کړے وهٔ ځکه ېٔ دَ الله پیغام ته غوږ نهٔ کښېښو ۔ دَ کبر پهٔ نشه کښې مست وو ۔
فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَ قَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَۚ۴۷
ترجمه: وې وئیل آیا مونږ به منو دَ ځان پهٔ شان دَ دوؤ کسانو پهٔ دې حال کښې چې دَ دوی قوم زمونږ تابعدار دے ، ف۵۲
ف۵۲: یعنی دَ موسٰیؑ اؤ هارونؑ قوم خو زمونږ غلامان دی نو مونږ دَ دوی تابعداری څنګه وکړو؟ دا خو زمونږ دپاره ډېره دَ شرم خبره ده چې دَ غلام قوم دوه کسان خپل مشران ومنو ۔
فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ۴۸
ترجمه: هغوی دروغژن ووې دوی ته ، نو شو پهٔ تباه کیدونکیو کښې ۔
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ۴۹
ترجمه: اؤ بېشکه مونږ ورکړو موسٰی ته کتاب چې دوی هدایت بیا مومی ۔ ف۵۳
ف۵۳: یعنی دَ فرعون دَ هلاکؤلو نه پس مو بنی اسرائیلو ته دَ هدایت دپاره توریٰت شریف را واستؤلو چې پهٔ دې عمل وکړی ، دَ الله رضا حاصله کړی اؤ دَ جنّت حقدار شی ۔
وَ جَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَ اُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّ اٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّ مَعِیْنٍ۠۵۰
ترجمه: اؤ ومو ګرځؤل دَ مریم ځوئے اؤ دَ هغهٔ مور پهٔ نښانه دَ خپل قدرت ، ف۵۴ اؤ ځائې مو ورکړو دوی ته پهٔ یوه وچته غونډۍ چې دَ آرام ځائې وهٔ اؤ یخې صفا اوبهٔ ، ف۵۵
ف۵۴: یعنی دا دَ الله دَ قدرت یوه لویه نښه ده چې بې دَ پلاره دَ یواځې مور نه ېٔ عیسٰیؑ پیدا کړو ۔ لکه چې پهٔ سورتِ آلِ عمران اؤ سورتِ مریم کښې دا قصه پهٔ تفصیل سره تېره شوے ده ۔
ف۵۵: شاید چې دې نه مراد هم هغه غونډۍ ده چرته چې دَ وړوکی دَ پیدا کېدو پهٔ وخت بی بی مریم دَ خلقو نه ځان ته شوے وه ۔ لکه دَ سورتِ مریم دے آیت (فَنَادَاھَا مِنْ تَحْتِھَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیَّا وَ ھُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعٍ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِبًّا) نه معلومیږی چې هغه ځائې وچت وهٔ ورلاندې دَ يخو اوبو چینه بهېده اؤ ورسره نژدے دَ کجورې ونه وه (ابنِ کثیر ېٔ دغه تفسیر کړے دے) لېکن دَ اکثرو مفسرانو دا خیال دے چې یو ظالم بادشاه هیردوس نومې دَ نجومیانو نه دا اورېدلی وو چې دا وړوکے به دَ قوم سردار کیږی نو هغهٔ پهٔ وړوکوالی کښې دَ عیسٰیؑ سره دښمنی شروع کړه اؤ دَ قتل نیت ېٔ ورته وکړو ۔ بی بی مریم دَ الله پهٔ حکم عیسٰیؑ دَ ځان سره مصر ته بوتلو اؤ دَ هغه ظالم بادشاه دَ مرګ نه پس بیا واپس شام ته راغلهٔ۔ پهٔ انجیل متٰی کښې هم دا واقعه دغه شان لیکلے ده ۔ دَ مصر ټوله زمکه دَ دریائے نیل پهٔ مقابله کښې وچته ده ۔ نو دَ وچت ځائې نه مصر مراد دے اؤ دَ ماء معین نه دریائے نیل ۔ اؤ ځنو مفسرانو وئیلی دی چې دَ رَبوه نه مراد شام یا فلسطین دے ۔ اؤ هېڅ بعیده نهٔ ده چې کومه غونډۍ باندې دَ عیسٰیؑ پیدائش شوے وهٔ ، هم هغې بیا دَ سختیٔ پهٔ وخت پناه هم ورکړے وی ۔ والله اعلم ۔ بهرحال دَ اسلام پهٔ عالمانو کښې هېچا هم دَ وچت مقام (رَبوه) نهٔ کشمیر نهٔ دے مراد کړے اؤ نهٔ چا دا لیکلی دی چې دَ عیسٰیؑ قبر پهٔ کشمیر کښې دے ۔ لکه دَ نن زمانې ځنی ګمراهان (غلام احمد قادیانی) چې ېٔ دعویٰ کوی ۔ دَ دې هېڅ تاریخی ثبوت نشته صفا دروغ دی اؤ خالص جهالت دے ۔ دَ سرینګر ښار پهٔ محله خان یار کښې چې کوم قبر دَ یوز آسف پهٔ نوم مشهور دے اؤ دَ کوم متعلق چې تاریخی اعظمی لیکلی دی چې دَ چا نبی قبر دے هغه پهٔ حقیقت کښې دَ بل ملک دَ یو شهزاده قبر دے ۔ هغې ته دَ عیسٰیؑ قبر وئیل انتهائی بې حیائی اؤ غټ حماقت دے ۔ پهٔ داسې وهمی خبرو دَ عیسٰیؑ دَ حیات نه انکار کؤل اؤ دَ هغهٔ وفات ثابتؤل دَ لیونو کار دے ۔ کهٔ دَ دې قبر متعلق حقیقت معلومؤل څوک غواړی نو دَ جناب منشی حبیب الله امرتسری کتابچه دې وګوری چې خالص پهٔ دې موضوع لیکلے شوے ده اؤ پوره تحقیق ېٔ کړے دے ۔ الله تعالیٰ دې بهتره جزا ورکړی ۔
یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَ اعْمَلُوْا صَالِحًا١ؕ اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌؕ۵۱
ترجمه: اے رسولانو ، خوریٔ پاک ستره څیزونه اؤ کویٔ نیک کارونه ، ف۵۶ څهٔ چې تاسو کویٔ زهٔ پهٔ هغې ښهٔ خبر یم ۔ ف۵۷
ف۵۶: یعنی دَ ټولو پېغمبرانو پهٔ دین کښې هم دغه یو حکم دے چې حلال مال خوریٔ اؤ پهٔ جائزه طریقه ېٔ حاصلویٔ اؤ نیک کارونه کویٔ ۔ ټولو پېغمبرانو پهٔ خپل خپل وخت کښې پهٔ دې عمل کړے دے اؤ خپلو خپلو امتونو باندې ېٔ تاکید کړے دے چې رښتیا وایئ ۔
حلال خوریٔ اؤ ښهٔ کارونه کویٔ ۔ دَ دروغو ، حرامو اؤ ناکاره کارونو نه ځان ساتیٔ ۔ قرآنِ کریم کښې بل مقام کښې هم دغه حکم مؤمنانو ته شوے دے کوم چې دلته دَ رسولانو دپاره بیان شوے دے ۔ پهٔ دې کښې دَ عیسایانو دَ رهبانؔیت تردید وشو کوم چې دلته دَ عیسٰیؑ دَ ذکر سره مناسبت لری ۔ دَ احادیثو نه معلومیږی چې دَ چا خوراک څښاک دَ حرامو نه وی هغه دې دَ خپلې دعا دَ قبلېدو طمع نهٔ کوی اؤ یو بل حدیث کښې دی ۔ کومه غوښه چې دَ حرامو نه جوړه شوے وی هغه دَ دوزخ دَ اور زیاته حقداره ده ۔ (نعوذ بالله)
ف۵۷: یعنی حلال خوړونکیو اؤ نیک کارونه کؤنکیو ته هر وخت دا خیال ساتل پکار دی چې الله تعالیٰ دَ دوی دَ پټو اؤ څرګندو ټولو حالونو نه ښهٔ خبر دے ۔ کهٔ یو کار څوک ډېر پټ وکړی خو دَ الله نه نهٔ شی پټېدے ۔ هغه به ورسره دَ هغې مناسب معامله کوی دا خطاب رسولانو ته دے خو مطلب ېٔ اُمت ته اورؤل دی ۔
وَ اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّ اَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ۵۲
ترجمه: اؤ دا خلق دی ستاسو پهٔ دین باندې ټول پهٔ یو دین اؤ زهٔ ستاسو رب یم نو زما نه وویرېږیٔ ۔
فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا١ؕ كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ۵۳
ترجمه: بیا دوی بې اتفاقه شو نو خپل کار ېٔ خپلو کښې ټوکړې ټوکړې کړو ۔ ف۵۸ اؤ هر ټولې ، کومه ټوکړه چې ورسره وه پهٔ هغې نیازیږی ۔ ف۵۹
ف۵۸: یعنی بنیادی اصول دَ ټولو پېغمبرانو دَ دین یو دی ۔ دَ ټولو رسولانو دین هم یو دے اؤ خدائې ېٔ هم یو دے ۔ دَ هغه یو الله دَ نافرمانیٔ نه هر وخت ویره پکار ده ۔ اصل دین دَ ټولو پېغمبرانو یو وهٔ خو خلقو پکښې اختلافات پیدا کړل ۔ دین ېٔ ټوټې ټوټې کړو اؤ ځان ځان ته ېٔ پکښې بیلې بیلې لارې جوړې کړې ۔ دغه شان دَ خپلو خپلو خیالاتو پهٔ اتباع کښې ېٔ بې شماره مذهبونه اؤ بې حسابه ډلې پرې جوړې کړې ۔ دا ډلې پېغمبرانو نهٔ دی جوړې کړے ۔ بنیادی اصول دَ ټولو پېغمرانو یو وو ۔ صرف دَ زمانې اؤ دَ قومونو دَ عادتونو پهٔ لحاظ احکام کښې معمولی جزوی اختلاف وهٔ ۔ اکثرو مفسرانو دَ دې آیت تفسیر دغه شان کړے دے خو حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ دَ هر پېغمبر پهٔ لاس الله تعالیٰ دَ هغه وخت دَ هغه قوم دَ غټو خرابو اصلاح کړے ده۔ نو هغوی به پهٔ خپل تبلیغ زیات زور پهٔ هغه غټو خرابو ورکؤلو ۔ دا خرابیٔ پهٔ مختلفو زمانو اؤ مختلفو قومونو کښې بیلې بیلې وې ۔ نو وروستو خلقو دا خیال وکړو چې دَ هر پېغمبر احکام اؤ دین جدا جدا وو ۔ پهٔ آخر کښې زمونږ پېغمبرﷺ دَ ټولو خرابیو اصلاح وکړه اؤ دَ ټولو قومونو دَ ټولو خرابیو علاج پهٔ یو ځائې وښیٔلے شو ۔ دغه شان ټول دینونه یو شو اؤ ټول قومونه دَ یوې جنډې لاندې راجمع کړې شو ۔
ف۵۹: یعنی هره ډله دا خیال کوی چې هم زمونږ لار سمه ده اؤ یواځې مونږ پهٔ حقه یو ۔ دا نور ټول خلق پهٔ خطا دی ۔
فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ۵۴
ترجمه: نو پرېږده ېٔ پهٔ خپله ګمراهیٔ کښې ډوب تر څهٔ وخته ۔ ف۶۰
ف۶۰: یعنی کومو خلقو چې دَ نبیانو متفقه هدایت کښې خنډان اچؤلی اؤ ځان ځان ته ډلې ېٔ جوړې کړے دی ۔ هغوی پهٔ خپلو عقیدو داسې کلک ولاړ دی چې تهٔ کهٔ ورته هر څومره نصیحت کوے ۔ هغوی باندې اثر نهٔ کوی ، دَ خپلو عقیدو نه نهٔ خوزی ۔ نو تهٔ هم څهٔ موده مهلت ورکړه اؤ ډېر غم ېٔ مهٔ کوه ۔ پرېږده ېٔ چې دَ جهالت پهٔ نشه کښې ډوب پراتهٔ وی چې دَ عذاب یا مرګ نېټه ېٔ راشی نو خپله به ېٔ سترګې وغړیږی ۔
اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّ بَنِیْنَۙ۵۵
ترجمه: آیا دَ دوی دا خیال دے چې دا مونږ چې دوی ته مال اؤ اولاد ورکوؤ ۔
نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ١ؕ بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ۵۶
ترجمه: نو دا ورته پهٔ منډه منډه نیکیٔ رسوؤ ۔ ف۶۱ دا خبره نهٔ ده خو دوی پوهیږی نه ۔ ف۶۲
ف۶۱: دَ دې خلقو هم دغه خیال وهٔ ۔ وې به ېٔ ”نَحْنُ اَکْثَرُ اَمْوَالًا وَّ اَوْلَادً وَّ مَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ“ (سورة سبا ،رکوع ۴)
یعنی مونږ کهٔ دَ الله خوښ نهٔ وې اؤ الله رانه ناراضه وې نو دا دومره مال اؤ اولاد به ېٔ ولې راکؤلو؟ دې نه معلومیږی چې الله زمونږ نه ناراضه نهٔ دے اؤ مونږ ته به عذاب نهٔ راکوی ۔
ف۶۲: یعنی دوی پهٔ دې نهٔ پوهیږی چې دا مال و اولاد دَ الله دَ رضا نخښه نهٔ ده۔ دا خو مهلت درکؤلے شی اؤ څومره چې مهلت ورکؤلے شی دومره دوی ګناهونو کښې غرقیږی اؤ دَ سختې سزا حقدار کیږی ۔ لکه چې فرمائی ۔ ” سَنَسْتَدْرِجُھُمْ مِنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ وَ اُمْلِیْ لَھُمْ اِنَّ کَیْدِیْ مَتِیْنٌ“ (سورة اعراف ، رکوع ۲۳)۔
اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَۙ۵۷
ترجمه: البته هغه کسان چې دَ خپل رب دَ خوف نه پهٔ فکر کښې دی۔ ف۶۳
ف۶۳: یعنی سره دَ ایمان اؤ نیک عمل بیا هم دَ الله دَ خوف نه هر وخت پهٔ ترهه کښې وی چې هسې نه دا پهٔ دنیا کښې کوم نعمتونه چې راکړی شوی دی دا چرته امهال اؤ استدراج نهٔ وی ۔ دَ حسن بصریؒ مقوله ده ۔
”اِنَّ الْمُؤْمِنَ جَمَعَ اِحْسَانًا وَّ شَفَقَةً وَّ اِنَّ الْمُنَافِقَ جَمَعَ اِسَاءَةً وَّ اَمْنًا“
(یعنی مؤمن نیکی کوی اؤ بیا هم دَ الله نه ویریږی اؤ منافق بدی کوی اؤ بې فکره وی ۔ دَ الله خوف ېٔ پهٔ زړهٔ کښې نهٔ وی ۔
وَ الَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَۙ۵۸
ترجمه: اؤ څوک چې دَ خپل رب پهٔ خبرو یقین کوی ۔ ف۶۴
ف۶۴: یعنی پهٔ آیاتِ کونیه اؤ شرعیه دواړو باندې یقین لری ۔ چې دَ الله دَ مخې چې څهٔ پیښیږی دَ حکمت موافق دی اؤ چې څهٔ خبر ورکؤلے شی بالکل حق وی ۔ اؤ چې څهٔ حکم ورکؤلے شی بالکل صحیح اؤ معقول وی ۔
وَ الَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَۙ۵۹
ترجمه: اؤ څوک چې خپل رب سره څوک شریک نهٔ منی ۔ ف۶۵
ف۶۵: یعنی پهٔ ایمان اؤ خالص توحید باندې کلک ولاړ وی ۔ هر یو کار پهٔ صدق اؤ اخلاص سره کوی ۔ دَ شرک دَ بویٔ نه هم ځان بچ کوی ۔
وَ الَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّ قُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَۙ۶۰
ترجمه: اؤ کوم کسان چې ورکوی څهٔ چې ورکوی ، اؤ دَ دوی زړونه ویریږی دا ځکه چې دوی خپل رب ته واپس تلونکی دی ۔ ف۶۶
ف۶۶: یعنی دَ الله پهٔ لار کښې مال خرچ کوی اؤ بیا ېٔ هم پهٔ زړهٔ کښې دا ویره وی چې الله خبر قبلیږی به کهٔ نه ۔ اؤ آخرت کښې به مو څهٔ پکار راشی اؤ کهٔ نه ۔ هسې نه چې څهٔ شرک یا ریا رانه پکښې شوی وی اؤ دا عمل مو برباد نهٔ شی ۔ یعنی پهٔ خپلو نیکو کارونو غاوره کیږی نه ۔ هر وخت ېٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ الله خوف اؤ دَ آخرت غم وی ۔
اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَ هُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ۶۱
ترجمه: هم دغه خلق پهٔ منډه را اخلی نیکیٔ ، اؤ هم دوی دَ ټولو نه مخکښې ور رسی۔ ف۶۷
ف۶۷: پهٔ دنیا کښې هم اؤ پهٔ آخرت کښې هم لکه چې الله تعالیٰ فرمائی :
”فَاٰتٰھُمُ اللہُ ثَوَابَ الدُّنْیَا وَ حُسْنَ ثَوَابِ الْاٰخِرَةِ“
نو پهٔ حقیقت کښې ښېګړه نیک عملونه اؤ ښهٔ اخلاق دی نهٔ چې ډېر مال اؤ اولاد لکه دَ کافرو چې خیال دے ۔
وَ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَ لَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۶۲
ترجمه: اؤ مونږ پهٔ هېچا بار نهٔ کېږدو مګر دَ هغهٔ دَ طاقت برابر اؤ زمونږ سره داسې کتاب دے چې رښتیا وائی ، اؤ پهٔ دوی به ظلم نهٔ کیږی ۔ ف۶۸
ف۶۸: یعنی تېرو آیتونو کښې چې کوم نیک عملونه اؤ ښهٔ اخلاق وښیٔلی شو ۔ دا څهٔ داسې ګران کار نهٔ دے چې بنده ېٔ کؤلے نهٔ شی ۔ زمونږ دا عادت نهٔ دے چې پهٔ بنده دَ طاقت نه زیات بار کېږدو ۔ دا ټول کارونه داسې دی چې کهٔ څوک ورته لږه توجه وکړی نو پهٔ آسانه ېٔ کؤلے شی ۔ کهٔ ډېرې وچتې درجې ته څوک نهٔ شی رسېدې هم دَ خپل طاقته سره ورته خپل پوره پوره کوشش پکار دے ۔ هر بنده پهٔ خپل وس پړ دے ۔ دَ هر بنده پهٔ عمل نامه کښې دَ هغهٔ ټول کارونه پراتهٔ دی ۔ دَ قیامت پهٔ ورځ به ورته مخکښې کؤلے شی ۔ اؤ دَ هغې مناسب به بدله ورکؤلے شی ۔ پهٔ هېچا به یو پوټے ظلم نهٔ کیږی ۔ نهٔ به دَ چا څهٔ نیکی بربادیږی ۔ نهٔ به اجر کم ورکؤلے شی ۔ نهٔ به چا ته بې ګناه سزا ورکؤلے شی ۔ اؤ نهٔ به دَ بل پېټے پهٔ چا کښېښوې شی ۔
بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَ لَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ۶۳
ترجمه: داسې نهٔ ده بلکې زړونه دَ دې کافرانو پهٔ غفلت کښې دی دَ دې طرف نه ، اؤ دَ دوی نور کارونه دی غیر دَ دې نه ، چې دوی پکښې لګیا دی ۔ ف۶۹
ف۶۹: یعنی دا خلق دَ آخرت دَ حساب کتاب نه غافل دی ۔ دَ دنیا پهٔ کارونو کښې داسې مشغول دی چې دې خوا ته خیال هم نهٔ کوی ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ دوی زړونه دَ شک اؤ تردد پهٔ تیرو کښې ډوب دی ۔ غټه ګناه خو ېٔ اول دغه ده ۔ اؤ دَ دې نه علاوه نور هم واړهٔ واړهٔ ګناهونه راجمع کوی لګیا دی اؤ دَ آخرت ورسره هېڅ غم نشته ۔ دَ دې ټولو سزا به پهٔ خپل وخت ورکؤلے شی ۔ خلاصے ېٔ نشته ۔
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَؕ۶۴
ترجمه: تر دې چې کله مونږ را ونیسو دَ دوی مالدار کسان پهٔ آفت کښې نو بیا به دوی پهٔ چغو سر شی،
لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ١۫ اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ۶۵
ترجمه: چغې مهٔ وهیٔ نن ورځ تاسو زمونږ نه خلاصېدے نهٔ شیٔ ۔ ف۷۰
ف۷۰: یعنی اوس خو غافله دی خو چې کله پهٔ دنیوی یا اخروی عذاب کښې را ونیوې شی نو بیا به چغې وهی خو څهٔ خیر به ېٔ نهٔ وی ۔ حکم به ورته وشی چې اوس چغې مهٔ وهیٔ ۔ اوس چغې بې کاره دی ۔ هېڅوک مو امداد نهٔ شی کؤلے اؤ نهٔ مو زما دَ عذاب نه څوک خلاصؤلے شی ۔ یعنی پهٔ دنیا کښې دَ دې یوه نمونه دَ مکّې معظّمې مشرکانو ته دَ بدر پهٔ جنګ کښې وښیٔلې شوه چې غټ غټ سرداران ېٔ څهٔ مړهٔ شو اؤ څهٔ قید شو ۔ پهٔ میاشتو ېٔ ښځو ویر کؤلو ۔ مخ سر به ېٔ وهل ۔ خو څهٔ خیر نهٔ وهٔ ۔ یو ځل حضور اکرمﷺ دَ مشرکانو دَ ظلم نه تنګ شو بد دعا ېٔ وکړه نو ووهٔ کاله پرې قحط راغلو ۔ دَ مردارو هډوکی اؤ څرمنې به ېٔ خوړې ، دَ اوبو پهٔ ځائې به ېٔ دَ څاروؤ وینه څښله اؤ پهٔ څهٔ شان ېٔ وخت تېرؤلو ۔ آخر ېٔ حضور اکرمﷺ ته ډېر منتونه اؤ زاریٔ وکړې اؤ دَ رحمت للعالمین پهٔ دعا هغه قحط ختم شو ۔ پهٔ هغه وخت ېٔ نهٔ لات و منات پکار راتلو اؤ نهٔ ترېنه هبل اؤ نائله قحط لرې کؤلے شو ۔ یو بت ېٔ هم پکار رانهٔ غلو ۔ دَ بدې ورځې نه بیا هم رسول اکرمﷺ ته پهٔ منتونو زارو شو چې تهٔ اوس خپل الله ته زمونږ دپاره سوال وکړه چې دا آفت رانه لرې کړی ۔
قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَۙ۶۶
ترجمه: بېشکه زمونږ آیتونه اورؤلی شو تاسو ته ، نو تاسو به ترې پهٔ شا تښتېدلیٔ ، لوئی به مو کؤله ۔ ف۷۱
ف۷۱: یعنی اوس ولې شور کویٔ ۔ هغه وخت را یاد کړیٔ چې دغه پېغمبرﷺ به درته دَ الله آیتونه (قرآن) اورؤلو نو تاسو به ترېنه پهٔ شا تلیٔ ۔ غوږ به مو ورته هم نهٔ کښېښو ۔
مُسْتَكْبِرِیْنَ١ۖۗ بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ۶۷
ترجمه: تشه قصه به مو ګڼله پرې به مو ښوده ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی دَ پېغمبرﷺ مجلس ته به نژدے نهٔ راتلیٔ ۔ دَ الله آیتونه به مو فضول قصې ګڼلې ۔ مجلس ته به مو شاه کړه لا به ړیٔ ۔
یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ شپې به پهٔ حرم کښې راجمع شویٔ نو دَ پېغمبرﷺ اؤ قرآن پهٔ نسبت به مو قسم قسم خبرې دَ ځانه جوړؤلے ۔ چا به ورته جادوګر وې چا به کاهن وې ، چا به شاعر اؤ چا به لېونے ۔ قسم قسم فضول خبرې مو کؤلے ۔ نن دَ هغې خوند وڅکیٔ اؤ بې فائدې شور مهٔ کویٔ خلاصے مو نشته ۔
اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ٘۶۸
ترجمه: آیا دوی فکر ونهٔ کړو پهٔ دې کلام کښې ، ف۷۳ کهٔ راغلو دوی ته داسې څیز ، چې نهٔ وهٔ راغلے دَ دوی پلار نیکهٔ ته مخکښې ، ف۷۴
ف۷۳: یعنی دَ قرآن پهٔ خوبیو ېٔ غور نهٔ کؤلو ګنی حقیقت به ورته معلوم شوے وهٔ ۔ خپله به پوهه شوی وو چې دا دَ بنیادم کلام نهٔ دے ۔ دَ الله کلام دے چې دَ ټولو روحانی بیماریو علاج ورکښې ښیٔلے شوے دے۔
ف۷۴: یعنی نصیحت کؤنکی پېغمران اؤ دَ هغوی تابعدار پخوا راسې راغلی دی ۔ دا څهٔ داسې ناشنا خبره نهٔ ده چې مخکښې ېٔ څهٔ نمونه موجوده نهٔ وی ۔ البته داسې مکمل کتاب مخکښې نهٔ وهٔ نازل شوے ۔ نو پکار خو دا وه چې دوی دَ دې نعمت قدر کړے وې اؤ ډېر پهٔ مینه ېٔ قبول کړے وې ۔ لکه اصحاب کراموؓ چې کړے وهٔ ۔
تنبیه: شاید چې دلته دَ آباء اولین نه ډېر لرې نیکونه مراد وی اؤ پهٔ سورتِ يٰسین کښې ”لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اُنْذِرَ اٰبَآءُھُمْ“ کښې نژدے پلار نیکهٔ مراد وی ۔ والله اعلم ۔
اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ٘۶۹
ترجمه: کهٔ دوی ونهٔ پېژندو خپل پېغمبر ، نو نا اشنا ېٔ وګڼلو ۔ ف۷۵
ف۷۵: یعنی آیا دوی پهٔ دې وجه دَ پېغمبر خبرې نهٔ اوری اؤ تکذیب ېٔ کوی چې دوی ته دَ پېغمبر دَ ژوند حالات نهٔ وی معلوم؟ اؤ حال دا دے چې پېغمبرﷺ دَ وړوکوالی راسې دَ خپل صداقت ، امانت اؤ پاکیزه اخلاقو پهٔ وجه ټولو عربو کښې دَ امؔین پهٔ لقب مشهور وهٔ ۔ چنانچې حضرت جعفرؓ دَ حبشو دَ بادشاه نجاشی پهٔ دربار کښې اؤ مغیره بن شعبه دَ کسریٰ دَ نائب پهٔ دربار کښې اؤ ابو سفیان دَ قیصرِ روم پهٔ دربار کښې پهٔ ډېرو واضحو الفاظو دَ حضورﷺ دَ اعلیٰ اخلاقو اظهار اؤ اقرار کړے وهٔ ۔ نو دَ داسې یو مشهور راستباز انسان متعلق چې پهٔ خپل ژوند کښې ېٔ چرې دروغ نهٔ وئیل ۔ دا څنګه ګومان کېدے شی چې (نعوذ بالله) داسې صادق القول انسان به پهٔ الله باندې دومره غټ دروغ جوړ کړی ۔
اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ١ؕ بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَ اَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ۷۰
ترجمه: کهٔ دوی وائی دې سودائی دے ، داسې نهٔ ده بلکې دې رسول راؤړلے ده حق خبره ، اؤ پهٔ دوی کښې پهٔ ډېرو حق خبره بده لګی ، ف۷۶
ف۷۶: یعنی تاسو دومره سوچ خو وکړیٔ چې دَ لېونو اؤ سودایانو خبرې هم چرې داسې رښتونې اؤ صفا صفا وی؟ حقیقت خو دا دے چې دې خلقو به هم هسې پهٔ خلهٔ داسې خبرې کؤلے پهٔ زړهٔ کښې ټول پوهېدل چې دې چې څهٔ وائی حق اؤ رښتیا وائی ۔ لېکن دا حق خبره دَ هغوی دَ خواهشاتو اؤ زوړ رسم و رواج سره موافق نهٔ وه نو پهٔ هغوی بده لګېده اؤ منلو ته ېٔ تیار نهٔ وو ۔
وَ لَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَ الْاَرْضُ وَ مَنْ فِیْهِنَّ١ؕ بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَؕ۷۱
ترجمه: اؤ کهٔ رښتونې رب روان شو دَ دوی پهٔ خواهشونو پسې نو خراب به شی آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې دې کښې دی ۔ ف۷۷ هېڅ هم نهٔ دی ، را ورسؤلو مونږ دوی ته دَ دوی نصیحت ، ف۷۸ خو دوی پرې غور نهٔ کوی ۔ ف۷۹
ف۷۷: یعنی کهٔ حق خبره ورباندې بده لګی نو لګی دے ۔ حق دَ دوی تابع کېدے نهٔ شی کهٔ حق (الله) دَ دوی پهٔ رضا اؤ خواهش پسې روان شی نو هغه الله خو نهٔ شو (معاذ الله) هغه خو بیا دَ بندیانو دَ لاس ګوډاګے شو ۔ پهٔ دې طریقه خو بیا دَ زمکې اؤ آسمان مضبوط انتظام هرګز نهٔ شی چلېدې ۔ کهٔ یو وړوکی غوندې کلی انتظام هم دَ خلقو رضا ته پرېښوې شی اؤ څهٔ پابندی پرې نهٔ وی نو دا انتظام هېچرې نهٔ شی سمېدے نو پاتې دَ دې دومره لوئے دنیا انتظام به څنګه دَ خلقو پهٔ خواهش اؤ رضا وچلېدې شی؟ پهٔ دې طریقه خو به هر څهٔ ګډ وډ شی ۔
ف۷۸: یعنی دَ کوم ذکر چې دوی تمنّاګانې کؤلے اؤ غوښتو ېٔ چې هغه ورته اوس راغلو نو هډو غور پرې نهٔ کوی ۔ اول به دوی وې ۔ ”لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِکْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ لَکُنَّا عِبَادَ اللهِ الْمُخْلَصِیْنَ “ (سورة صافات ، رکوع ۵)
(کهٔ زمونږ سره دَ پخوانو قومونو پهٔ شان ذکر (دَ الله کتاب) وې نو مونږ به پرې عمل کؤلو اؤ دَ الله ډېر مخلص اؤ نیک بندګان به وو) ۔
ف۷۹: نو دا ارمانونه به ېٔ کؤل اؤ چې اوس ورته داسې مکمل اؤ بهترین کتاب راغلو چې دَ ټولې دنیا پهٔ قومونو کښې ېٔ وچت کړل نو اوس ترېنه مخ اړوی اؤ دومره لوئے فضیلت اؤ شرافت نه ځان محروم پاتې کوی ۔
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ١ۖۗ وَّ هُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ۷۲
ترجمه: اؤ کهٔ تهٔ غواړې دَ دوی نه څهٔ محصول ، نو ستا دَ رب محصول دَ هر څهٔ نه بهتر دے ، اؤ هغه دَ ټولو نه بهتر روزی ورکؤنکے دے ۔
وَ اِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۷۳
ترجمه: اؤ تهٔ خو دوی رابلې سمې لارې ته ۔
وَ اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ۷۴
ترجمه: اؤ بېشکه څوک چې نهٔ منی آخرت دَ سمې لارې نه کاږهٔ شوی دی ۔ ف۸۰
ف۸۰: یعنی تهٔ دَ دوی نه دَ وعظ و نصیحت پهٔ بدل کښې څهٔ معاوضه هم نهٔ غواړې اؤ تهٔ چې دوی ته کومه لار ښئې هغه داسې نیغه اؤ صفا ده چې کهٔ لږ ورته فکر وکړی نو پهٔ آسانه پرې روانېدے شی ۔ هېڅ کوږوالې یا لوړه ژوره پکښې نشته ۔ البته پهٔ دې لار روانېدل دَ هغه چا پهٔ نصیب کښې دی څوک چې دَ مرګ نه پس بل ژوند منی اؤ دَ خپل انجام فکر کوی ۔ اؤ دَ چا سره چې دَ خپل انجام څهٔ غم نشته هغه پهٔ دې لار تلو ته نهٔ شی تیارېدې ۔
وَ لَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَ كَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ۷۵
ترجمه: اؤ کهٔ مونږ پهٔ دوی رحم وکړو اؤ لرې کړو ترېنه کوم تکلیف چې دوی ته رسېدلے دے ، نو بیا به هم دوی دغه شان خپلو شرارتونو کښې دیکې وهی ، ف۸۱
ف۸۱: یعنی کهٔ مونږ ترېنه مصیبت لرې کړو اؤ پهٔ آرام شی بیا هم احسان نهٔ منی اؤ سمې لارې ته نهٔ را اوړی هغه پهٔ خپلو غلطو لارو روان وی ۔ یو ځل دَ حضور اکرمﷺ دَ ښېرو پهٔ وجه پهٔ قریشو قحط راغلے وهٔ ۔ بیا هم دَ حضور اکرمﷺ پهٔ دعا ترېنه الله پاک قحط لرې کړو خو بیا هم مسلمانان نهٔ شو ۔ شاید چې دې آیت کښې دغې واقعې ته اشاره ده ۔ اؤ یا ېٔ دا مطلب دے کهٔ مونږ ورته دَ قرآن پوهه ورکړو نو بیا هم دَ خپلې ازلی بدبختیٔ اؤ دَ خراب استعداد له کبله دوی تابعدار اؤ فرمانبردار نه شی کېدے ۔ لکه بل آیت دے ۔ ”وَ لَوْ عَلِمَ اللهُ فِیْھِمْ خَیْرًا لَاَسْمَعَھُمْ وَ لَوْ اَسْمَعَھُمْ لَتَوَلَّوْا وَّ ھُمْ مُعْرِضُوْنَ“ (سوره انفال ، رکوع ۳)
وَ لَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَ مَا یَتَضَرَّعُوْنَ۷۶
ترجمه: اؤ مونږ راګېر کړی وو دوی پهٔ عذاب کښې ، نو نهٔ ېٔ خپل رب ته عاجزی وکړه اؤ نهٔ منت زاری ۔ ف۸۲
ف۸۲: یعنی قحط وغېره آفتونه پرې راغلل بیا ېٔ هم دَ الله خبره ونهٔ منله اؤ هغهٔ ته ېٔ عاجزی اؤ زاری ونهٔ کړه هم پهٔ هغه خپل چال روان وو ۔
حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ۠۷۷
ترجمه: تر دې چې کله مونږ پرانیځو پهٔ دوی دروازه دَ سخت عذاب ، بیا به دَ دوی اسره خوره شی ۔ ف۸۳
ف۸۳: دَ دې نه یا خو دَ آخرت عذاب مراد دے ۔ اؤ یا دَ جنګونو هغه سلسله چې دوی ېٔ دَ برمه پرېوستل ۔
وَ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَ الْاَبْصَارَ وَ الْاَفْـِٕدَةَ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ۷۸
ترجمه: اؤ هم هغه الله پیدا کړی دی ستاسو غوږونه اؤ سترګې اؤ زړهٔ خو تاسو ډېر لږ حق منیٔ ۔ ف۸۴
ف۸۴: پهٔ غوږو دَ الله نازل کړی آیتونه واؤریٔ اؤ پهٔ سترګو دَ الله دَ قدرت کارخانه وګوریٔ ۔ اؤ پهٔ زړهٔ باندې پهٔ دې دواړو دَ پوهېدو کوشش وکړیٔ ۔ دَ دې نعمتونو شکریه دغه وه چې دَ الله ورکړے نعمت مو دَ هغهٔ پهٔ کار کښې لګؤلے وې ۔ لېکن داسې ونهٔ شوه ۔ اکثر خلق دَ الله ورکړی نعمتونه بې ځایه خرچ کوی اؤ ډېر کم خلق ېٔ پوره حق ادا کوی ۔
وَ هُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ۷۹
ترجمه: اؤ هم هغهٔ تاسو خوارهٔ کړی ییٔ پهٔ زمکه اؤ هم هغهٔ ته به واپس جمع کؤلے شیٔ۔ ف۸۵
ف۸۵: هلته به شکرګذارو اؤ ناشکرو ټولو ته دَ خپل عمل بدله ورکؤلے شی ۔ هېڅ یو بنده یا هېڅ یو عمل به دَ هغې موقعې نه غیر حاضر نهٔ وی ۔ چا چې دا خلق پهٔ دنیا کښې خوارهٔ کړی دی ۔ هغه ېٔ راغونډؤلے هم شی ۔ اؤ یوه ورځ به ېٔ یقینًا راغونډوی ۔
وَ هُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ وَ لَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَ النَّهَارِ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۸۰
ترجمه: اؤ هم هغه دے چې تاسو ژوندی کوی اؤ مړهٔ کوی اؤ دَ هغهٔ کار دے شپه اؤ ورځ بدلؤل ۔ آیا تاسو کښې عقل نشته ۔ ف۸۶
ف۸۶: دَ مړ نه ژوندے اؤ دَ ژوندی نه مړ ۔ دَ تیرې نه رڼا اؤ دَ رڼا نه تیارهٔ پیدا کؤل چې دَ چا پهٔ قبضه کښې دی دَ هغهٔ عظیم قدرت ته څهٔ مشکله ده؟ چې ټول مخلوق دوباره ژوندی کړی اؤ دَ سترګو نه دَ جهالت پردې پورته کړی چې اصل حقیقت اؤ صحیح حالات ورته ښکاره شی لکه چې دَ قیامت پهٔ ورځ به کیږی ۔ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْد ۔
بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ۸۱
ترجمه: داسې نهٔ ده دوی هم دغه شان وائی څنګه چې به ېٔ وړاندې خلقو وئیل ،
قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَ كُنَّا تُرَابًا وَّ عِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ۸۲
ترجمه: وائی کله چې مونږ مړهٔ شو اؤ خاورې اؤ هډوکی شو نو بیا به دوباره ژوندی پورته کیږو؟
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَ اٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ۸۳
ترجمه: وعدې شوی دی زمونږ سره اؤ زمونږ پلار نیکهٔ سره دَ دې نه مخکښې ، هېڅ نهٔ دی خو هسې دَ پخوانو نقلونه دی ۔ ف۸۷
ف۸۷: یعنی څهٔ خپل عقل فکر پکښې نشته ۔ پهٔ پټو سترګو دَ خپلو مشرانو پهٔ لار روان دی اؤ هم هغه اعتراضونه کوی کوم چې هغو کؤل ۔ چې خاورې ایرې شو نو بیا به څنګه ژوندی کیږو؟
داسې عقل نه لرې خبرې زمونږ مشرانو ته هم کؤلے شوې خو مونږ خو تر اوسه ونهٔ لیدل چې یو مړے بیا دوباره ژوندے شوے وی ۔ دا ټولې هسې دروغ خبرې اؤ خوشې قصې دی چې پخوانو دَ ځانه جوړې کړی دی اؤ اوس ېٔ دې نقل کوی ۔
قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَ مَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۸۴
ترجمه: ورته ووایه دَ چا ده دا زمکه اؤ څهٔ چې پهٔ دې کښې دی وښیٔ کهٔ تاسو خبر ییٔ۔
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ١ؕ قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ۸۵
ترجمه: اوس به ووائی دا هر څهٔ دَ الله دی ، ووایه ورته ، نو بیا تاسو ولې فکر نهٔ کویٔ؟ ف۸۸
ف۸۸: ټول آسمانونه اؤ زمکه چې دَ چا پهٔ قبضه کښې دی نو آیا دَ ستاسو دَ بدن یو موټے خاورې به دَ هغهٔ دَ قبضې اؤ اختیار نه بهر شی ۔
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ۸۶
ترجمه: ورته ووایه څوک دے مالک دَ ووهٔ واړو آسمانونو اؤ څوک دے مالک دَ لوی تخت ،
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ١ؕ قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ۸۷
ترجمه: اوس به وائی ، الله ، ورته ووایه ، نو بیا ولې نهٔ ویرېږیٔ؟ ف۸۹
ف۸۹: تاسو سره دا خطره نشته چې داسې عظیم بادشاه به دَ دې نافرمانیٔ پهٔ وجه سزا ورکړی چې تاسو بې شے اؤ بې کاره څیز دَ دغه عظیم بادشاه سره پهٔ بادشاهیٔ کښې شریک منیٔ؟
قُلْ مَنْۢ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّ هُوَ یُجِیْرُ وَ لَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۸۸
ترجمه: ورته ووایه دَ چا لاس کښې دے حکومت دَ هر څیز اؤ هغه بچ کوی اؤ هېڅوک دَ هغهٔ نه بچ کؤلے نهٔ شی ، ځواب راکړیٔ کهٔ تاسو خبر ییٔ ۔
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ١ؕ قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ۸۹
ترجمه: اوس به وائی ، دَ الله ، ف۹۰ تهٔ ووایه نو بیا دَ کوم ځائې نه پهٔ تاسو جادو شوے۔ ف۹۱
ف۹۰: یعنی هر شے دَ هغهٔ پهٔ قدرت اؤ اختیار کښې دے ۔ هغه هر مجرم ته پناه ورکؤلے شی ۔ لېکن دَ هغهٔ مجرم ته هېڅوک پناه نهٔ شی ورکؤلے ۔
ف۹۱: چې دا منیٔ چې دَ زمکې اؤ آسمان مالک هم هغه الله دے اؤ هر څهٔ دَ هغهٔ پهٔ قدرت اؤ اختیار کښې دی نو بیا چا درباندې څهٔ سحر کړے دے؟ چې دا نهٔ شیٔ منلې چې دَ ستاسو دَ بدن ذرّې اؤ دَ هډوکیو خاوره هم دَ هغهٔ پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې ده ۔ کله چې وغواړی دوباره ېٔ راغونډؤلے اؤ تاسو بیا ژوندی کؤلے شی ۔
بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِالْحَقِّ وَ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۹۰
ترجمه: هېڅ نهٔ دی خو را ورسؤلو مونږ دوی ته حق ، بېشکه هم دوی دروغژن دی ، ف۹۲
ف۹۲: یعنی پهٔ واضحو دلیلونو دوی ته ثابته شوه چې دوی ته چې وئیلی شی چې تاسو به دوباره ژوندی کؤلے شیٔ دا خبره حقه ده خو دوی هغه شان پهٔ خپلو غلطو خیالاتو پسې روان دی ، دروغ منی اؤ پهٔ رښتیاؤ یقین نهٔ کوی ۔
مَا اتَّخَذَ اللّٰهُ مِنْ وَّلَدٍ وَّ مَا كَانَ مَعَهٗ مِنْ اِلٰهٍ اِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ اِلٰهٍۭ بِمَا خَلَقَ وَ لَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ١ؕ سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَۙ۹۱
ترجمه: نهٔ دے جوړ کړے الله څوک ځوئے اؤ نهٔ دَ هغهٔ سره دَ بل چا حکم چلیږی، که داسې وې نو وړې به وهٔ هر حکم والا خپل جوړ کړے څیز ، اؤ راپورته شوی به وو پهٔ یو بل پسې ۔ ف۹۳ الله پاک دے دَ دوی دَ جوړو کړیو خبرو نه ۔ ف۹۴
ف۹۳: یعنی دَ زمکې اؤ دَ آسمانونو دَ ذرّې ذرّې مالک اؤ مختار یواځې الله دے یکه اؤ تنها ۔ نهٔ دَ هغهٔ اولاد ته حاجت شته ، نهٔ چا مددګار ته اؤ نهٔ ورسره پهٔ حکومت اؤ اختیار کښې څوک شریک شته ۔ کهٔ څوک ورسره شریک یا دَ اختیار خاوند حاکم بل وې نو هر یو حاکم به خپل رعیت ځان ته جدا کړے وهٔ اؤ دَ بل خلاف به ېٔ ډله جوړه کړے وه ۔ دَ یو بل مقابلې ته به ودرېدلی وو ۔ اؤ دَ دنیا دا مضبوط انتظام به څو ورځې هم دغه شان پهٔ یوه معلومه طریقه نهٔ وهٔ چلېدلے ۔ ټول انتظام به ګډ وډ شوے وهٔ ۔ دَ سورتِ انبیاء پهٔ آیت ”لَوْ کَانَ فِیْھِمَاۤ اٰلِھَةٌ اِلَّا اللهُ لَفَسَدَتَا“ (پ ۱۷) کښې پهٔ دې پوره بحث شوے دے ۔
ف۹۴: آیا داسې خدائې هم وی چې څوک ترې نافرمانی وکړی یا ېٔ یوه ذره دَ اختیاره بهر شی؟
عٰلِمِ الْغَیْبِ وَ الشَّهَادَةِ فَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۠۹۲
ترجمه: خبر دے پهٔ پټو اؤ څرګندو ټولو ، هغه ډېر لوئے دے دَ هغه څهٔ نه چې دوی ېٔ ورسره شریکوی ، ف۹۵
ف۹۵: دَ کوم الله چې قدرت اؤ طاقت دومره بې شانه اؤ دَ چا دَ کامل علم چې دا حال دے چې هېڅ پټه اؤ څرګنده خبره دَ هغهٔ نه پټه نهٔ ده ۔ دَ دنیا دَ ذرې ذرې هر حال ورته معلوم دے ۔ نو آیا دَ داسې الله پهٔ حکومت کښې داسې شے شریکېدے شی چې هېڅ علم اؤ قدرت نهٔ لری؟ یا دَ ډېر لږ علم اؤ قدرت خاوند وی؟ استغفر الله
قُلْ رَّبِّ اِمَّا تُرِیَنِّیْ مَا یُوْعَدُوْنَۙ۹۳
ترجمه: ووایه ، اے ربه کهٔ تهٔ ښیے ما ته هغه څهٔ چې دوی سره ېٔ وعده شوے،
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِیْ فِی الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ۹۴
ترجمه: نو اے ربه ، ما مهٔ شمېره پهٔ ګناهګارو کسانو کښې ۔ ف۹۶
ف۹۶: یعنی دَ الله تعالیٰ پهٔ شان کښې چې داسې بې ادبی کیږی نو ضرور به پهٔ دوی څهٔ آفت راځی ۔ ځکه هر ایماندار ته دا هدایت دے چې دَ الله دَ عذاب نه ویره کویٔ اؤ دا دعا غواړیٔ چې اے الله کله کهٔ پهٔ نافرمانو عذاب راځی نو یا الله مونږ ترېنه وساتې ۔ لکه چې حدیث شریف دے :
وَ اِذَا اَرَدْتَّ بِقَوْمٍ فِتْنَةً فَتَوَفَّنِیْ غَیْرَ مَفْتُوْنٍ ۔
مطلب دا چې اے الله مونږ ته پهٔ خپل ایمان اؤ نیک عمل دَ استقامت توفیق راکړې چې چرته خطا نهٔ شو اؤ دَ څهٔ ګناه پهٔ سبب پهٔ عذاب کښې راګېر نهٔ شو ۔ لکه چې بل ځائې ارشاد دے ۔ وَاتَّقُوْا فِتْنَةً لَّا تُصِیْبَنَّ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْکُمْ خَآصَّةً ۔ (سوره انفال ، رکوع ۳)
(اؤ ویرېږیٔ دَ هغه فساد نه چې نهٔ به راځی پهٔ تاسو کښې خالص هم پهٔ ظالمانو باندې)
دلته خطاب حضور اکرمﷺ ته شوے دے مطلب ېٔ عامو مؤمنانو ته خبردارے دے لکه چې دَ قرآنِ کریم عام عادت دے ۔
وَ اِنَّا عَلٰۤی اَنْ نُّرِیَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقٰدِرُوْنَ۹۵
ترجمه: اؤ مونږ پهٔ دې قادر یو چې تا ته وښیو هغه وعده چې دوی سره مو کړے ده ۔
اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَ١ؕ نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَصِفُوْنَ۹۶
ترجمه: دَ ناکاره خبرې پهٔ ځواب کښې کوه بهتره خبره ۔ مونږ ښهٔ خبر یو څهٔ چې دوی وائی ۔ ف۹۷
ف۹۷: یعنی زما دا قدرت شته چې ستا پهٔ مخکښې هم پهٔ دنیا کښې دوی ته سزا ورکړم ۔ لېکن دَ ستا دَ بلند مقام اؤ لوئے درجې سره مناسب دا دی چې تهٔ ورسره دَ بدیٔ پهٔ مقابله کښې نیکی وکړې اؤ څومره چې دې وس کیږی چې دَ دوی پهٔ بیهوده خبرو زړهٔ نهٔ تنګوے ۔ دَ دوی پهٔ حال مونږ ښهٔ خبر یو ۔ پهٔ خپل مناسب وخت به پوره پوره سزا ورکړو ۔ دَ ستا دَ نرمیٔ اؤ ښهٔ سلوک اثر به دا وی چې پهٔ دوی کښې به ډېر کسان تا ته را واؤړی ۔ نصیحت ته به غوږ کیږدی اؤ دَ ستا دَ تبلیغ مقصد به پوره شی ۔
وَ قُلْ رَّبِّ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِۙ۹۷
ترجمه: اؤ ووایه اے ربه زهٔ پناه غواړمه پهٔ تا سره دَ شیطان دَ وسوسو نه ۔ ف۹۸
ف۹۸: دا طریقه دَ بنیادمو دَ شیطانانو دپاره ده ۔ لېکن شیاطین جن باندې دا طریقه اثر نهٔ کوی ۔ دَ هغو علاج دا دے چې پهٔ الله ترېنه پناه وغواړې ۔ شاه صاحب لیکی ۔ دَ شیطان کار دا دے چې دَ دین پهٔ بحث کښې خلقو ته غصه ورولی ۔ چې جنګ جوړ شی ۔ دَ هغې علاج دا دے چې دَ سختې خبرې ځواب پهٔ نرمیٔ اؤ پهٔ ښهٔ طریقه کیږی نو جنګ به نهٔ جوړیږی اؤ شیطان به خبره نهٔ شی زیاتؤلے ۔
وَ اَعُوْذُ بِكَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ۹۸
ترجمه: اؤ پناه غواړم اے ربه دَ دې نه چې دا شیطانان ما سره حاضر شی ،ف۹۹
ف۹۹: یعنی پهٔ هېڅ حال کښې هم شیطان ما ته نژدے مهٔ پرېږده چې څهٔ دخل راباندې ونهٔ کړې شی ۔
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُوْنِۙ۹۹
ترجمه: تر دې چې کله راشی دوی کښې یو کس ته مرګ ، وائی به اے ربه ما بیا واپس واستوه ۔
لَعَلِّیْۤ اَعْمَلُ صَالِحًا فِیْمَا تَرَكْتُ كَلَّا١ؕ اِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآىِٕلُهَا١ؕ وَ مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ۱۰۰
ترجمه: شاید چې څهٔ نیک کار وکړم پهٔ هغې کارونو کښې چې وروستو مې پریٔښی دی، ف۱۰۰ هرګز داسې نهٔ ده دا خو هسې یو خبره ده چې کوی ئ ۔ ف۱۰۱ اؤ دَ دوی شا ته پرده ده دَ را پورته کېدو تر ورځې ۔ ف۱۰۲
ف۱۰۰: یعنی تهٔ دَ کفارو بدی دَ ځان نه پهٔ نرمیٔ اؤ بهتره طریقه دفع کوه اؤ دوی چې څهٔ خبرې جوړوی هغه ما ته وسپاره تر دې چې پهٔ دوی کښې دَ ځنو دَ مرګ وخت رانژدے شی اؤ دَ ځنکدن پهٔ حالت کښې دَ عذاب علامې ووینی نو بیا به ډېر ارمانونه کوی اؤ وائی به اے پروردګاره مونږ دَ قبر پهٔ ځائې بیا دوباره دنیا ته واستوه چې څهٔ ګناهونه مو کړی دی اوس پهٔ ښهٔ عمل هغه کمے پوره کړو بیا به رانه هېچرې غلط کارونه نهٔ کیږی لکه یو بل ځائې هم ارشاد دے:
وَ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰکُمْ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ اَحَدَکُمُ الْمَوْتُ فَیَقُوْلَ رَبِّ لَوْلَّاۤ اَخَّرْتَنِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ فَاَصَّدَّقَ وَ اَکُنْ مِّنَ الصَّالِحِیْنَ (سورتِ منافقون ، رکوع ۲)
(اؤ خرچ کویٔ دَ هغې رزق نه چې ما درکړے دے دَ دې نه مخکښې چې راشی پهٔ تاسو کښې یو کس ته مرګ نو بیا به وائی اے ربه ولې (زما نېټه) لږه نهٔ وروستو کوے چې زهٔ (دَ پېغمبر دَ خبرو) تصدیق وکړم اؤ پهٔ صالحانو کښې شمار شم ۔
ف۱۰۱: یعنی دَ اجل راتلو نه پس اوس بیا واپس کېدل نشته اؤ بالفرض کهٔ مونږ مو واپس هم کړو نو هرګز به نیک نهٔ شیٔ هم هغه خپل شرارتونه به کویٔ ۔ (وَ لَوْ رُدُّوْا لَعَادُوْا لِمَا نُھُوْا عَنْهُ وَ اِنَّھُمْ لَکَاذِبُوْنَ) (اؤ کهٔ واپس کړې شی نو بیا به هم هغه کارونه کوی دَ کومو نه چې منع شوی دی اؤ دوی بېشکه چې دروغژن دی) دا هسې پهٔ خلهٔ خبرې کوی چې دا وخت تېر شی بیا به هم هغه وی ۔ نو دوی دې لګیا وی مونږ ېٔ اورو نه ۔
ف۱۰۲: یعنی تاسو لا لیدلی څهٔ دی ۔ دا خو تشه دَ مرګ سخته اؤ دَ عذاب علامې دی ۔ مخکښې درته دَ برزخ مرحله پرته ده ۔ چې دَ دنیا سره مو تعلق ختم شی ۔ دنیا به درنه پناه شی اؤ دَ آخرت دَ عذاب نمونه به درته ښکاره شی ۔ تر قیامته به پهٔ دغه عالم کښې پراتهٔ ویٔ ۔
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَلَاۤ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ وَّ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ۱۰۱
ترجمه: بیا کله چې شپېلۍ وپوکلی شی ۔ نو بیا نهٔ خپلویٔ شته دوی کښې پهٔ دغه ورځ اؤ نهٔ به دَ یو بل تپوس کوی ۔ ف۱۰۳
ف۱۰۳: یعنی دَ عالمِ برزخ نه پس بیا دَ قیامت سخته ده چې دویٔم ځل به شپېلۍ پوک وهلے شی اؤ ټول مخلوق به ژوندے شی ۔ دَ حشر میدان ته به دَ اعمالو دَ بدلې ورکؤلو دپاره راغونډ شی ۔ دغه به ډېره سخته ورځ وی هر سړے به پهٔ خپل غم اخته وی ۔ نهٔ به خپلوی اؤ دوستی پکار راځی اؤ نهٔ به څوک دَ یو بل تپوس کوی ۔ مور پلار به دَ اولاد نه بیزار وی اؤ اولاد به دَ مور پلار نه ۔ ورور به دَ ورور غم نهٔ کوی ۔ ښځه به دَ سړی نه ویزاره وی ، سړے دَ ښځې نه ۔ هر چا سره به دَ خپل ځان فکر وی ۔ ”یَوْمَ یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ اَخِیْهِ وَ اُمِّهٖ وَ اَبِیْهِ وَ صَاحِبَتِهٖ وَ بَنِیْهِ لِکُلِّ امْرِءٍ مِّنْھُمْ یَوْمَئِذٍ شَأْنٌ یُّغْنِیْهِ“ (سورة عبس ، رکوع ۱)
(پهٔ دغه ورځ به تښتی بنده دَ خپل ورور نه اؤ خپلې مور اؤ خپل پلار نه اؤ خپلې ښځې اؤ اولاد نه پهٔ هر سړی به پهٔ دې ورځ داسې حال وی چې دَ بل نه به ېٔ بې پروا کړے وی ۔ (پهٔ خپل غم به اخته وی)
دَ دې وخت نه علاوه بیا بل وخت کښې ممکنه ده چې چا ته دَ خپلویٔ یا دَ دوستیٔ نه څهٔ فائده ورسی ۔ لکه بل ځائې ارشاد دے۔ ”وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْھُمْ ذُرِّیَّتُھُمْ بِااِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِھِمْ وَمَاۤ اَلَتْنَاھُمْ مِنْ عَمَلِھِمْ مِنْ شَیْءٍ ۔“ (سورة طور ، رکوع ۱)
(اؤ چا چې ایمان راؤړو اؤ دَ هغو اولاد هم دَ دوی پهٔ لار روان شو (ایمان ېٔ راؤړو) یو ځائې به کړو مونږ دَ دوی سره دَ دوی اولاد اؤ نهٔ به کموؤ مونږ دَ دوی دَ نیک عمل نه څهٔ شے) یعنی پوره پوره به ثواب ورکوؤ ۔
پهٔ یو حدیث شریف کښې دَ نبی کریمﷺ ارشاد دے:
دَ قیامت پهٔ ورځ به ټولې دَ نسب اؤ زوم والیٔ رشتې پرېکړی شی (یعنی څوک به دَ چا پکار نهٔ راځی) بې زما دَ نسب اؤ زما دَ زوم والیٔ دَ رشتې نه (چې دا به فائده ورکوی) دې نه معلومه شوه چې دَ حضور اکرمﷺ تعلق دَ دې عام حکم نه مستثنٰی دے ۔ دَ دې حدیث پهٔ اورېدو حضرت عمرؓ دَ علی بن ابی طالبؓ لور پهٔ نکاح واخسته اؤ څلویښت زره درهمه مهر ېٔ مقرر کړو (چې حضور اکرمﷺ پهٔ زومانو کښې شمېر شی) حضرت شاه صاحب لیکلی دی دَ قیامت پهٔ ورځ به پلار ځوی سره ملګری نهٔ وی دَ هر یو سره به دَ خپل عمل حساب کیږی۔
فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۱۰۲
ترجمه: نو دَ چا چې درنه شوه تله نو هم هغه کامیاب دی ۔
وَ مَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فِیْ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَۚ۱۰۳
ترجمه: اؤ دَ چا چې تول سپک وختو نو هم دغه کسان دی چې برباد ېٔ کړل ځانونه ، دوزخ کښې به وسی همېشه ۔
تَلْفَحُ وُجُوْهَهُمُ النَّارُ وَ هُمْ فِیْهَا كٰلِحُوْنَ۱۰۴
ترجمه: وبه سوزوی دَ دوی مخونه اور ، اؤ دوی به پهٔ دې کښې بدرنګه وی ۔ ف۱۰۴
ف۱۰۴: دَ اور دَ تاوه به ېٔ ټول بدن وپړسیږی شونډې به ېٔ دومره غټې شی چې لاندې شونډه به ېٔ تر نامه را اویزانده شی اؤ پاس شونډه به ېٔ دَ پړڅوبه دَ روزو سره لګی (اللّٰھم احفظنا من عذاب جھنم)
اَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ۱۰۵
ترجمه: آیا تاسو ته زمونږ آیتونه نهٔ شو اورؤلے ، بیا تاسو به هغې ته دروغ وې ۔ ف۱۰۵
ف۱۰۵: یعنی پهٔ هغه وخت به ورته ووئیلی شی چې کومې خبرې تاسو پهٔ دنیا کښې دروغ ګڼلې اوس ېٔ پهٔ خپلو سترګو وګوریٔ چې رښتیا وې کهٔ دروغ؟
قَالُوْا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا وَ كُنَّا قَوْمًا ضَآلِّیْنَ۱۰۶
ترجمه: دوی ووې اے ربه غلبه کړے وه پهٔ مونږ بدبختیٔ اؤ وو مونږ ګمراه شوی خلق۔
رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْهَا فَاِنْ عُدْنَا فَاِنَّا ظٰلِمُوْنَ۱۰۷
ترجمه: اے ربه مونږ دَ دې نه وباسه کهٔ بیا مو داسې وکړل نو بیا به یو ګناهګار ۔ ف۱۰۶
ف۱۰۶: یعنی اقرار به وکړی چې واقعی هغه خبرې خو رښتیا وې خو مونږ خپل بدقسمت دَ سمې لارې نه خطا کړو ۔ اوس پهٔ حقیقت خبر شو ۔ نو دا مهربانی راسره وکړه چې بیا مو دنیا ته واستوه ۔ بیا به هېچرې نافرمانی نهٔ کوؤ ۔ کهٔ ومو کړه نو ګناهګار ته چې څهٔ سزا راکوې ستا خوښه ده ۔
قَالَ اخْسَـُٔوْا فِیْهَا وَ لَا تُكَلِّمُوْنِ۱۰۸
ترجمه: الله ووې ، پراتهٔ وسیٔ دې کښې خوار اؤ ذلیل اؤ ما سره خبرې مهٔ کویٔ ،
اِنَّهٗ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْ عِبَادِیْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَ ارْحَمْنَا وَ اَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَۚۖ۱۰۹
ترجمه: وه یوه ډله زما پهٔ بندیانو کښې چې وې به ېٔ اے زمونږه ربه مونږ ایمان راؤړو نو مونږ معاف کړه اؤ رحم وکړه پهٔ مونږ اؤ تهٔ دَ ټولو رحم کؤنکیو نه بهتر ئ ۔ ف۱۰۷
ف۱۰۷: ورته به ووئیلی شی چې خوشې خبرې مهٔ کویٔ دوباره دنیا ته تلل نشته ۔ اوس به دَ خپل عمل سزا پوره پوره درکؤلے شی ۔
فَاتَّخَذْتُمُوْهُمْ سِخْرِیًّا حَتّٰۤی اَنْسَوْكُمْ ذِكْرِیْ وَ كُنْتُمْ مِّنْهُمْ تَضْحَكُوْنَ۱۱۰
ترجمه: نو راګېر کړل تاسو هغوی پهٔ مسخرو کښې تر دې چې هېر کړو تاسو نه دې خبرو زما یاد ۔ اؤ تاسو هغوی پورې خنداګانې کؤلے ۔ ف۱۰۸
ف۱۰۸: یعنی پهٔ دنیا کښې چې به نیکو بندګانو دَ خپل رب عبادت کؤلو اؤ معافی به ېٔ ترېنه غوښته نو تاسو به ورپورې دومره خنداګانې کؤلے اؤ داسې پهٔ هغو پسې لګېدلی ویٔ چې زهٔ مو هډو هېر کړے وم ۔ دا مو خیال هم نهٔ وهٔ چې زمونږ پهٔ سر یو حاکم شته ، تپوس به رانه کوی ۔
اِنِّیْ جَزَیْتُهُمُ الْیَوْمَ بِمَا صَبَرُوْۤا١ۙ اَنَّهُمْ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ۱۱۱
ترجمه: ما نن بدله ورکړه دَ هغوی دَ صبر ، بېشکه دوی مراد ته رسېدونکی دی، ف۱۰۹
ف۱۰۹: مسلمانانو ته چې تاسو پهٔ ژبه اؤ پهٔ لاسو کوم تکلیفونه رسؤل هغوی ورباندې صبر کړے وهٔ ۔ نو نن وګوریٔ چې هغوی ته دَ خپل صبر څومره خوږه مېوه ورکؤلے شی اؤ دَ هغې لږو ورځو دَ تکلیف پهٔ بدل کښې څنګه دائمی خوشحالی اؤ بې حسابه نعمتونه اؤ آرام اؤ راحت ورکؤلے شی ۔
قٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِی الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِیْنَ۱۱۲
ترجمه: الله ووې څومره موده تاسو وسیدلی ئ پهٔ زمکه دَ کلونو پهٔ حساب ۔
قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ فَسْـَٔلِ الْعَآدِّیْنَ۱۱۳
ترجمه: هغوی ووې وسیدلی یو یوه ورځ یا دَ ورځې څهٔ حصه ، نو تپوس وکړه شمار کؤنکیو نه ، ف۱۱۰
ف۱۱۰: یعنی دَ فرښتو نه تپوس وکړه چې هغوی دَ هر څهٔ شمار کؤلو هر نیک و بد کار ېٔ لیکلو هغو به دا هم لیکلی وی چې مونږ پهٔ دنیا کښې یا پهٔ قبر کښې څومره عمر تېر کړے دے ۔ دا تپوس ترېنه ځکه کیږی چې دوی پهٔ دنیا کښې دَ عذاب راوستو ډېره تلوار کؤله ۔ چې ورته پته ولګی چې عذاب ژر راغلو ایسار شوے نهٔ دے ۔
قٰلَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا لَّوْ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۱۱۴
ترجمه: الله ووې تاسو ډېر لږ وسیدلی يیٔ کهٔ تاسو پوهېدیٔ ۔ ف۱۱۱
ف۱۱۱: یعنی واقعی دَ دنیا عمر دَ آخرت پهٔ مقابله کښې ډېر لږ دے بلکې هېڅ هم نهٔ دے ۔ کهٔ دوی پهٔ دنیا کښې دَ پېغمبرانو پهٔ خلهٔ یقین کړے وې اؤ پهٔ دې پوهه شوے وې چې دَ دنیا فانی ژوند هېڅ هم نهٔ دے نو دومره کبر اؤ غرور به ېٔ نهٔ کؤلو ۔
اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّ اَنَّكُمْ اِلَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ۱۱۵
ترجمه: آیا ستاسو دا خیال دے چې ما تاسو هسې دَ لوبو دپاره جوړ کړی ییٔ ، اؤ تاسو به بیا ما ته نهٔ واپس کېږیٔ ، ف۱۱۲
ف۱۱۲: یعنی دَ دنیا پهٔ ژوند کښې خو دَ عمل پوره پوره بدله نهٔ شی ورکؤلے ۔ دَ نیک و بد انجام صحیح امتیاز نهٔ کیږی ۔ نو کهٔ دَ دې ژوند نه پس بل ژوند نهٔ وی چې هر چا ته دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکړې شی اؤ دَ فرمانبردار اؤ نافرمانه انجام ښهٔ واضح شی ۔ نو بیا خو دَ دې دنیا دا کارخانه هسې بې فائدې لوبې شوې اؤ دَ الله تعالیٰ دَ بلند اؤ ارفع شان سره داسې کچه خبره هېڅ مناسبت نهٔ خوری ۔
فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ١ۚ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِیْمِ۱۱۶
ترجمه: نو ډېر لوئے دے هغه حق بادشاه هېڅوک حاکم نشته ، بې دَ هغهٔ ، مالک دے دَ عزت دَ تخت ، ف۱۱۳
ف۱۱۳: هر کله چې الله تعالیٰ دومره لوئے بادشاه اؤ مالکِ مطلق اؤ مختارِ کُل دے نو دا خو کېدے نهٔ شی چې هغه خپل رعایا داسې بې تپوسه پرېږدی ۔ وفادارو ته انعام اؤ نافرمانو ته هېڅ سزا ورنهٔ کړی ۔
وَ مَنْ یَّدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ١ۙ لَا بُرْهَانَ لَهٗ بِهٖ١ۙ فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ١ؕ اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ۱۱۷
ترجمه: اؤ څوک چې بلی دَ الله سره بل حاکم ، چې هېڅ سند پرې ورسره نشته ۔ نو دَ هغهٔ حساب دے دَ هغهٔ دَ رب سره ، ف۱۱۴ بېشکه کامیابی نشته دَ کافرو ۔
ف۱۱۴: یعنی پهٔ دغه ورځ به دَ هر شی پوره پوره حساب کیږی اؤ هر چا ته به دَ خپل جرم پهٔ اندازه سزا ورکؤلے شی ۔
وَ قُلْ رَّبِّ اغْفِرْ وَ ارْحَمْ وَ اَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ۠۱۱۸
ترجمه: اؤ ووایه ، اے ربه ما معاف کړه اؤ پهٔ ما رحم وکړه ، اؤ تهٔ دَ ټولو رحم کؤنکیو نه بهتر ئ ۔ ف۱۱۵
ف۱۱۵: یعنی زمونږ کمزوریٔ معاف کړې اؤ پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې مو پهٔ خپل فضل اؤ رحمت سرفراز کړې ۔ دَ ستا دَ بې انتها رحمت پهٔ مقابله کښې هېڅ شے هم مشکل نهٔ دے ۔ ”اَفَحَسِبْتُمْ“ نه دَ سورت تر آخره پورې آیتونه ډېر فضیلت اؤ خاص تاثیر لری ۔ دَ احادیثو نه هم دَ دې ثبوت کیږی اؤ دَ ځنو مشرانو بزرګانو خپله تجربه هم ده ۔ پکار دی چې دَ دې آیتونو وظیفه جاری وساتلی شی ۔ پهٔ آخر کښې مونږ دَ برکت دپاره هغه دعا هم نقل کوؤ کومه چې حضور اکرمﷺ حضرت ابوبکر صدیقؓ ته ښیٔلے وه ۔ هغه دعا دا ده ۔”اَللّٰھُمَّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ ظَلْمًا کَثِیْرًا وَلَا یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّاۤ اَنْتَ فَاغْفِرْلِیْ مَغْفِرَةً مِّنْ عِنْدِكَ وَارْحَمْنِیْ اِنَّكَ اَنْتَ الْغَفُوْرُ رَّحِیْمُ“ (اے الله ما پهٔ خپل نفس ظلم کړے دے ۔ بې ستا نه بل معاف کؤنکے نشته نو تهٔ زما ګناهونه معاف کړې اؤ پهٔ ما رحم وکړې بېشکه تهٔ بخښونکے مهربانه ئ)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَۃُ النُّوْرِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ ھِیَ اَرْبَعٌ وَّ سِتُّوْنَ اٰیَۃً وَّ تِسْعُ رُکُوْعَاتٍؔ
ترجمه: سورتِ نُور ، مدینه کښې نازل شوے ، څلور شپېتهٔ (۶۴) آیتونه اؤ نهه (۹) رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نوم چې بېحده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
سُوْرَةٌ اَنْزَلْنٰهَا وَ فَرَضْنٰهَا وَ اَنْزَلْنَا فِیْهَاۤ اٰیٰتٍۭ بَیِّنٰتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۱
ترجمه: دا یو سورت دے چې نازل کړے مو دے اؤ پهٔ ذمه مو لازم کړو اؤ راکوزې مو کړې پکښې صفا خبرې ، چې تاسو یاد ولریٔ ۔ ف۱
ف۱: پهٔ دې سورت کښې یو څو ډېر ضروری احکام ، حدود ، مثالونه ، نصیحت اؤ دَ توحید مضبوط دلائل اؤ ځنی ډېر اهم اصلاحات دی ۔ پهٔ دې کښې دَ ټولو نه اهمه حصه هغه ده کومه چې دَ ”افک“ واقعه بیان شوے ده ۔ پهٔ اُم المؤمنین حضرت عائشهؓ باندې منافقانو دَ دروغو تهمت لګؤلے وهٔ ۔ پهٔ هغې کښې ځنو ساده مسلمانانو نه هم غلطی شوے وه چې دَ هغې خراب اثر یواځې دَ حضرت عائشېؓ پهٔ پاکه لمن نه بلکې خپله دَ حضور کریمﷺ پهٔ عزت هم پرېوتو ۔ ځکه ضروری وه چې قرآن کریم پوره تفصیل اؤ زور دارې طریقې سره دَ دې غلط فهمیٔ اصلاح وکړی اؤ دَ ایماندارو دپاره یو نصیحت شی چې بیا چرې دَ دښمنانو خبرې ته غوږ نهٔ کیږدی ۔ دَ پېغمبرِ السلام اؤ دَ هغهٔ پاکو بیبیانو حیثیت داسې نهٔ دے چې دَ هغې متعلق چرته هم دَ مسلمانانو پهٔ زړهٔ کښې څهٔ شک شبهه یا څهٔ سستی پیدا شی ۔ غالبًا پهٔ دې وجه دَ سورت شروع دَ دې الفاظو نه شوے ده ۔ ”سُوْرَةٌ اَنْزَلْنٰهَا وَ فَرَضْنٰهَا “ چې خلق پوهه شی چې دَ دې سورت مضامین خاص اهمیت لری اؤ یاد ساتل ېٔ ډېر ضروری دی اؤ کوم صفا صفا نصیحتونه چې پهٔ دې سورت کښې شوی دی چې یو ایماندار هم ترېنه یو سیکنډ دپاره چرته غافل نهٔ شی ګنی دین دنیا به ېٔ تباه شی ۔
اَلزَّانِیَةُ وَ الزَّانِیْ فَاجْلِدُوْا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ١۪ وَّ لَا تَاْخُذْكُمْ بِهِمَا رَاْفَةٌ فِیْ دِیْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ١ۚ وَ لْیَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآىِٕفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ۲
ترجمه: بدکاری کؤنکی ښځه اؤ سړے ووهیٔ دوی کښې هر یو سل سل درې ، ف۲ اؤ مهٔ کویٔ دې دواړو باندې ترس دَ الله حکم جاری کؤلو کښې کهٔ چرې تاسو یقین کویٔ پهٔ الله باندې اؤ دَ آخرت پهٔ ورځ ، ف۳ اؤ تماشه دې وکړی دَ دوی دَ سزا یوه ډله دَ مسلمانانو ۔ ف۴
ف۲: دا سزا دَ هغه زانی اؤ زانیي دپاره ده چې (۱) آزاد ، (۲) عاقل ، (۳) بالغ اؤ (۴) ځلمے وی ۔ یا کهٔ نکاح ېٔ شوی وی خو چې دَ ښځې سره یو ځائې شوے نهٔ وی۔
دا څلور شرطونه شو ۔ کهٔ آزاد نهٔ وی غلام وی دَ هغهٔ سزا پنځوس درې ده ۔ دا حکم دَ پنځمې پارې پهٔ اوله رکوع کښې تېر شوے دے چې دَ غلام سزا دَ آزاد پهٔ نیمه ده ۔ چې عاقل یا بالغ نهٔ وی هغه خو دَ سره مکلّف نهٔ دے ، دَ احکامو مخاطب نهٔ دے هغهٔ ته سزا نهٔ شی ورکؤلے ۔ اؤ کهٔ آزاد ، عاقل ، بالغ اؤ وادهٔ کړے وی نو داسې سړی ته ”محصن“ وئیلی شی دَ هغهٔ سزا پهٔ کاڼیو ویشتل دی لکه چې پهٔ سورتِ مائده پاره ۶ کښې دَ آیت ”وَ کَیْفَ یُحَکِّمُوْنَكَ وَ عِنْدَھُمُ التَّوْرَاۃُ فِیْھَا حُکْمُ اللهِ“ پهٔ فوائدو کښې پهٔ تفصیل سره بیان شوے دے چې توریٰت کښې دَ محصن دَ زنا حکم رجم وهٔ چې یهودو نهٔ منلو اؤ رسول اکرمﷺ د توریٰت پهٔ حکم فیصله وکړه اؤ وېٔ فرمائیل ”اَللّٰھُمَّ اِنِّیْ اَوَّلُ مَنْ اَحْیَا اَمْرَك اِذْ اَمَاتُوْہُ“ (اے الله زهٔ وړومبے بنده یم چې ستا حکم مې جاری کړو چې دوی ختم کړے وهٔ) بیا دَ دې نه پس چې څومره واقعات شوی دی ، رسول اللهﷺ محصن زانی ته دَ رجم سزا ورکړے ده ۔ دَ اصحابوؓ پهٔ زمانه کښې دغه قانون جاری وهٔ بلکې پهٔ اهلِ سنت و الجماعت کښې هېچا هم دَ دې قانون خلاف نهٔ دے کړے ۔ ګویا کهٔ دا سنّتِ متواتره اؤ دَ اهلِ حق اتفاق دے چې پهٔ دې مسئله کښې پهٔ شریعتِ محمّدیﷺ کښې دَ توریٰت حکم باقی پاتې دے لکه دَ قتلِ عمد پهٔ سزا کښې چې دَ قصاص حکم قرآن کریم دَ توریٰت پهٔ حواله بیان کړے دے ۔ ”وَ کَتَبْنَا عَلَیْھِمْ فِیْھَاۤ اَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ“ الخ (اؤ فرض کړی دی ما پهٔ دوی پهٔ دې توریٰت کښې دَ نفس پهٔ بدله کښې نفس) اؤ هم دغه شان دَ مرتد پهٔ حق بنی اسرائیلو ته حکم ورکړې شوے وهٔ چې ”فَتُوْبُوْۤا اِلٰی بَارِئِکُمْ فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَکُمْ“ بیا دغه حکمونه دَ اُمتَ محمّدیﷺ دپاره هم باقی وساتلی شو اؤ شاید چې دَ محصن دَ رجم اؤ دَ قصاص دَ مسئلې نه پس ېٔ دَ الله پهٔ حکم عمل پرېښولو ۔ دَ دې بیانؤلو نه پس ارشاد دے : ”وَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْکِتٰبَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ الْکِتٰبِ وَ مُھَیْمِنًا عَلَیْهِ فَاحْکُمْ بَیْنَھُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللهُ“ دَ دې نه غرض هم دا دے چې دَ توریٰت دا احکام اوس دَ قرآن زیرِ حفاظت دی ۔ دَ دې احکامو پهٔ جاری کؤلو کښې دَ هېچا دَ خیال اؤ خواهش څهٔ پروا ساتل نهٔ دی پکار ۔ چنانچې خپله رسول اللهﷺ اؤ دَ هغهٔ پاکو نائبانو دَ دې احکامو پهٔ جاری ساتلو کښې دَ هېچا پروا نهٔ ده کړے ۔ تر دې چې کله حضرت عمرؓ ته دا شک پیدا شو چې ځنی کسان دَ محصن دَ رجم نه انکار کوی لکه چې وروستو بیا خوارجو دَ دې حکم نه انکار وکړو ۔ نو خلق ېٔ راجمع کړل اؤ اصحابو اؤ تابعینو ته ېٔ پهٔ ممبر دَ دې حکم متعلق تقریر وکړو ۔ پهٔ هغې کښې ېٔ دَ هغه آیت تلاوت هم وکړو پهٔ کوم کښې چې دَ محصن دَ رجم صفا حکم وهٔ اؤ دَ کوم آیت تلاوت چې اوس تلاوت منسوخ دے اؤ حکم ېٔ باقی دے ۔ علامه عثمانیؒ فرمائی دا یوه مستقله مسئله ده چې دې مختصرو فوائدو کښې ېٔ دَ تفصیل ګنجائش نشته ۔ کهٔ دَ مستقل تفسیر لیکلو توفیق الله راکړو نو هلته به ېٔ پوره تفصیل وکړم ۔
ف۳: یعنی کهٔ پهٔ الله اؤ دَ قیامت پهٔ ورځ مو یقین وی نو دَ الله پهٔ احکامو اؤ سزاګانو جاری کؤلو کښې سستی مهٔ کویٔ ۔ هسې نه چې پهٔ مجرم مو زړهٔ وسوزی اؤ سزا کښې ورته څهٔ کمے وکړیٔ ۔ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې الله تعالیٰ پهٔ بندګانو له تاسو نه ډېر مهربانه دے ۔ دَ هغهٔ یو حکم سخت وی اؤ کهٔ نرم دَ عالم پهٔ حق کښې دَ حکمت اؤ رحمت نه خالی نهٔ دے ۔ کهٔ تاسو پهٔ احکامو کښې کمزوری ښکاره کړه نو دَ دې سزا به دَ قیامت پهٔ ورځ تاسو ته درکؤلے شی۔
ف۴: یعنی دا سزا پهٔ جدا ځائې کښې نهٔ بلکې پهٔ لویه جمع کښې ورکؤل پکار دی چې خلق ترې عبرت واخلی اؤ بل څوک بیا دَ داسې کار جرأت نهٔ کوی ۔
اَلزَّانِیْ لَا یَنْكِحُ اِلَّا زَانِیَةً اَوْ مُشْرِكَةً١٘ وَّ الزَّانِیَةُ لَا یَنْكِحُهَاۤ اِلَّا زَانٍ اَوْ مُشْرِكٌ١ۚ وَ حُرِّمَ ذٰلِكَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ۳
ترجمه: بدکار سړے نکاح نهٔ کوی مګر دَ بدکارې ښځې سره یا مشرکې سره ، اؤ بدکاره ښځه نکاح نهٔ کوی مګر بدکار سړی سره یا مشرک سره ، ف۵ اؤ حرام کړې شوی دی دا پهٔ مؤمنانو باندې ۔ ف۶
ف۵: دَ زنا دَ سزا بیانؤلو نه پس اوس دَ دې کار خرابیٔ بیانیږی چې دا دومره خراب کار دے چې داسې خراب عادت چې چا کښې وی هغه دَ دې قابل نهٔ دے چې دَ بل پاک مسلمان سره دَ وادهٔ دَ رشتې تعلق وساتی ۔ داسې پلیت طبیعت سره هم دغسې پلیت بنده پکار دے چې دا دواړه یو شان وی ۔ یا دَ دهٔ نه هم پلیت یعنی مشرک سره ېٔ تعلق مناسب دے ۔ دَ داسې خلقو فطرت سره مناسب دغه خبره ده ۔ دا جدا خبره ده چې الله تعالیٰ دَ بل څهٔ فائدې پهٔ غرض دَ تش پهٔ نوم مسلمان یا مسلمانې نکاح هم دَ مشرکې یا مشرک سره نهٔ ده جائز کړے (مسلمان کهٔ هر څومره بدعمله اؤ ګناهګار وی خو دَ مشرکې سره نکاح نهٔ شی کؤلے) بلکې کهٔ یو بدکار دَ یو پاکې ښځې سره نکاح وتړی هم نکاح ېٔ صحیح ده ۔
تنبیه: دَ آیت دا تفسیر چې کوم مونږ وکړو ډېر آسان اؤ بې تکلفه دے ۔ دې کښې دَ لَایَنْکِح معنٰی دا اخستې شوے چې نکاح ورسره لائقه نهٔ ده ۔ لکه چې محاوره ده ۔ اَلسُّلْطَانُ لَا یَکْذِبُ ۔ یعنی بادشاه سره دروغ وئیل نهٔ ښائی ۔ پهٔ اصطلاحی الفاظو کښې ېٔ دا مطلب شو چې دلته نفی دَ لیاقت ته دَ نفی دَ فعل حیثیت ورکړې شوے دے ۔
ف۶: یعنی زنا پهٔ مؤمن حرامه ده ۔ یو مؤمن چې پهٔ رښتیا مؤمن وی داسې ګنده کار هېچرې نهٔ شی کؤلے ۔ لکه حدیث شریف دے ۔
لَا یَزْنِی الزَّانِیْ حِیْنَ یَزْنِیْ وَھُوَ مُؤْمِنٌ ۔
(۲) یا ېٔ مطلب دا دے چې دَ زناکارې سره نکاح پهٔ مؤمن منع کړې شوے ده ۔ څوک چې پهٔ رښتیا ایماندار وی قدرتی طور به دَ هغهٔ پاک زړهٔ پهٔ داسې ګنده ځائې نهٔ ورځی اؤ دَ داسې خراب فطرت ښځې سره به هېچرې نکاح نهٔ کوی ۔ پهٔ دې وخت کښې دلته دَ حُرِّمَ دغه شان معنٰی ده لکه ”حَرَّمْنَا عَلَیْهِ الْمَرَاضِعَ“ کښې یا ”حَرَامٌ عَلٰی قَرْیَةٍ اَھْلَکْنٰھَا“ کښې چې ده ۔ (یعنی شرعی حرمت مراد نهٔ دے)
وَ الَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَاْتُوْا بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَاجْلِدُوْهُمْ ثَمٰنِیْنَ جَلْدَةً وَّ لَا تَقْبَلُوْا لَهُمْ شَهَادَةً اَبَدًا١ۚ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَۙ۴
ترجمه: اؤ هغه څوک چې تهمت لګوی پهٔ پاکو ښځو ، بیا را نهٔ ولی څلور کسه ګواهان ۔ ف۷ نو ووهیٔ داسې کسان اتیا درې اؤ مهٔ قبلویٔ دَ داسې کسانو ګواهی هېچرې ۔ ف۸ اؤ هم دغه خلق دی نافرمانه ۔ ف۹
ف۷: یعنی پهٔ داسې پاکه ښځه دَ زنا تور پورې کؤل چې څهٔ دلیل شرعی یا علامو باندې ېٔ دَ بدکاریٔ ثبوت نهٔ وی شوے ۔ هم دغه حکم پهٔ پاکباز سړی دَ تهمت لګؤلو هم دے ۔ خو دا آیت دَ ښځې پهٔ حق کښې نازل شوے دے ځکه دلته یواځې دَ ښځې ذکر دے ۔ کهٔ چا پهٔ خپله خبره څلور ګواهان تېر کړل اؤ شهادت ېٔ دَ شریعت پهٔ قانون ښهٔ پوره وهٔ نو پهٔ چا چې تهمت لګېدلے وهٔ هغهٔ ته به دَ زنا سزا ورکؤلے شی ۔
ف۸: دا دَ تهمت لګؤنکی سزا ده ۔ کهٔ هغهٔ پهٔ خپله دعویٰ ګواهان تېر نهٔ کړی شو نو پهٔ چا چې ېٔ تهمت لګؤلے دے دَ هغهٔ پهٔ مطالبه به اتیا (۸۰) درے وهلے شی اؤ بل دا چې همېشه دپاره به ”مردود الشهادت“ شی چې پهٔ هېڅ معامله کښې به ېٔ هېچرې ګواهی نهٔ قبلیږی ۔ دَ حنفیانو پهٔ مذهب به ېٔ دَ توبې وېستو نه پس هم چرې ګواهی نهٔ قبلیږی ۔
ف۹: کهٔ پهٔ حقیقت کښې ېٔ هم دَ دروغو تور پورې کړے وهٔ نو بیا خو ېٔ فاسق کېدل څرګند دی اؤ کهٔ پهٔ واقعه کښې رښتونے وهٔ لېکن دَ موقعې ګواهان ورسره نهٔ وو اؤ پهٔ دې پوهېدو چې ثابتؤلے ېٔ نهٔ شم نو سره دَ دې بیا داسې دعویٰ کؤلو کښې سوا دَ یو مسلمان دَ بې عزتیٔ نه ورته نور څهٔ خیر وهٔ؟ نو دَ مسلمان بې عزتی کؤل یو مستقله ګناه ده اؤ ځنو عالمانو پهٔ کبیره ګناهونو کښې شمېرلے ده ۔ نو پهٔ دې وجه کهٔ رښتونے وی هم فاسق شو ۔
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ وَ اَصْلَحُوْا١ۚ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۵
ترجمه: بې دَ هغه کسانو چې توبه ېٔ وویسته دَ دې نه پس اؤ ځان ېٔ سم کړو ، نو بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی دَ توبې ویستو اؤ خپل ځان سمؤلو نه پس بیا پهٔ نافرمانو بندګانو کښې شمېر نهٔ دے ۔ لېکن شهادت به ېٔ بیا هم نهٔ قبلیږی ۔ دغه مذهب پهٔ مشرانو کښې دَ امام ابو حنیفهؒ نه علاوه دَ قاضی شریحؒ ، امام ابراهیم نخعیؒ ، سعید بن جبیرؒ ، مکحولؒ ، عبد الرحمٰن بن زید بن جابرؒ ، دَ امام حسن بصریؒ ، محمد بن سیرینؒ اؤ سعید بن المسیبؒ هم وو ۔ لکه ابن کثیرؒ چې لیکلی دی ۔
وَ الَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ اَزْوَاجَهُمْ وَ لَمْ یَكُنْ لَّهُمْ شُهَدَآءُ اِلَّاۤ اَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ اَحَدِهِمْ اَرْبَعُ شَهٰدٰتٍۭ بِاللّٰهِ١ۙ اِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِیْنَ۶
ترجمه: اؤ کوم خلق چې تهمت لګوی پهٔ خپلو ښځو ف۱۱ اؤ نهٔ وی ورسره ګواهان بې دَ خپلو ځانونو نه ، دَ دهٔ دَ ګواهیٔ دا طریقه ده چې څلور ځله ګواهی وکړی دَ الله پهٔ قسم ۔ چې ضرور دا سړے رښتونے دے ۔
ف۱۱: یعنی کهٔ خاوند پهٔ خپله ښځه دَ زنا تور پورې کړی یا دا ووائی چې دَ دې پهٔ ګېډه کښې بچے زما دَ نطفې نه نهٔ دے ۔ (مطلب ېٔ یو دے چې دَ بل چا سره ېٔ زنا کړے ده دَ هغې نه ېٔ حمل شوے دے)
وَ الْخَامِسَةُ اَنَّ لَعْنَتَ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كَانَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ۷
ترجمه: اؤ پنځم ځل ووائی چې لعنت دې وی دَ الله پهٔ دهٔ باندې کهٔ دې دروغژن وی ۔
وَ یَدْرَؤُا عَنْهَا الْعَذَابَ اَنْ تَشْهَدَ اَرْبَعَ شَهٰدٰتٍۭ بِاللّٰهِ١ۙ اِنَّهٗ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَۙ۸
ترجمه: اؤ دفع به شی دَ ښځې نه سزا پهٔ دې طریقه چې ګواهی ورکړی څلور ګواهیٔ دَ الله پهٔ قسم ۔ چې ضرور دا سړے دروغژن دے ۔
وَ الْخَامِسَةَ اَنَّ غَضَبَ اللّٰهِ عَلَیْهَاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ۹
ترجمه: اؤ پنځم ځل ووائی چې دَ الله غضب دې وی پهٔ دې باندې ۔ کهٔ چرې دا سړے رښتونے وی۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی څوک چې پهٔ خپله ښځه دَ زنا تور پورې کړی دَ هغهٔ نه به اول څلور ګواهان غوښتے شی کهٔ ګواهان ېٔ تېر کړل خو ښځې ته به دَ زنا سزا ورکړی شی اؤ کهٔ ګواهان ېٔ تېر نهٔ کړی شو نو څلور قسمونه به خوری یعنی څلور ځله به پهٔ قسم سره وائی چې زما دا دعویٰ صحیح ده ګویا کهٔ دَ څلورو ګواهانو پهٔ ځائې به دغه سړے څلور ځله پهٔ قسم سره ګواهی وکړی اؤ پنځم ځل به داسې قسم وخوری چې ما دې الله پهٔ لعنت کړی کهٔ دروغ مې وئیلی وی ۔ کهٔ سړی دَ دې پنځو قسمونو خوړو نه انکار وکړو نو حاکم به ېٔ پهٔ قید کښې اچوی اؤ پهٔ دې به ېٔ مجبوروی چې یا قسمونه وخوری اؤ یا اقرار وکړی ۔ چې ما دَ دروغو دعویٰ کړے وه ۔ نو کهٔ دَ دروغو اقرار ېٔ وکړو بیا به پرې حدِّ قذف جاری کیږی ۔ یعنی دَ دروغو دَ تور سزا به ورکؤلے شی ۔ اتیا (۸۰) درے به وهلی شی ۔ کهٔ سړی قسمونه وخوړل بیا به ښځې ته وئیلی شی چې اوس تهٔ څلور ځله پهٔ قسم سره ووایه چې دا سړے دروغ وائی ما زنا نهٔ ده کړے اؤ پنځم ځل دې ووائی ما دې الله پهٔ غضب کړی کهٔ دا سړے رښتونے وی اؤ ما دورغ وئیلی وی ۔ کهٔ ښځه دَ قسمونو خوړو نه انکار وکړی نو جیل کښې به اچؤلی شی اؤ مجبورؤلے به شی چې یا قسمونه وخوری اؤ یا دَ سړی دَ دعوې تصدیق وکړی ۔ کهٔ تصدیق ېٔ وکړو نو بیا به ورته دَ زنا سزا ورکؤلے شی اؤ کهٔ ښځې هم قسمونه وخوړل نو اوس دې دواړو ته خپلو کښې تعلق ساتل حرام دی ۔ سړے به طلاق ورکوی اؤ دواړه به جدا کیږی ۔ کهٔ سړی طلاق نهٔ ورکؤلو نو قاضی به دَ دواړو ترمینځه جدائی وکړی ۔ وبه وائی چې دَ نن نه ما دَ ستاسو نکاح ماته کړه اؤ دواړه مې جدا کړیٔ ۔ دَ قاضی دا جدائی دَ طلاقِ بائن حکم لری ۔ دا دَ قسمونو طریقه صرف پهٔ هغه وخت کښې ده چې سړے پهٔ خپله ښځه دَ زنا تهمت ولګوی ۔ دې ته دَ شریعت پهٔ اصطلاح کښې لَعَانْ وائی ۔ اؤ کهٔ پهٔ بله پاکه ښځه چا دَ زنا تهمت ولګؤلو نو دَ هغې حکم مخکښې تېر شوے دے چې څلور ګواهان به تیروی ګنی اتیا درے به وهلے شی اؤ ګواهی به ېٔ هېچرې نهٔ قبلیږی ۔ پهٔ هغې کښې دَ قسمونو ګنجائش نشته ۔ دې ته دَ شریعت پهٔ اصطلاح کښې حَدِّ قَذَف وائی۔
وَ لَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ رَحْمَتُهٗ وَ اَنَّ اللّٰهَ تَوَّابٌ حَكِیْمٌ۠۱۰
ترجمه: اؤ کهٔ نهٔ وې دَ الله فضل پهٔ تاسو اؤ دَ هغهٔ رحمت ، اؤ دا چې الله معاف کونکے دے دَ حکمتونو خاوند ۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی کهٔ پهٔ شریعت کښې دا دَ لعان طریقه نهٔ وې اؤ دَ سړی پهٔ خپله ښځه دَ زنا خیال وې اؤ ګومان ورسره نهٔ وې نو یا به ېٔ ټول عمر پهٔ زړهٔ تکلیف زغملو څهٔ غږ به ېٔ نهٔ کؤلو ۔ اؤ یا به ورباندې حدّ قذف لګېدو ۔ اؤ دَ بل سړی سره کهٔ ګواهان نهٔ وی نو هسې دعویٰ دې نهٔ کوی ۔ هغهٔ ته څهٔ تکلیف دے ۔ پهٔ دې وجه بل سړی ته دَ قسمونو رعایت نهٔ دے ورکړې شوے ۔ بل طرف ته کهٔ یواځې دَ خاوند پهٔ قسمونو ښځې ته دَ زنا سزا ورکؤلے شوې نو دَ ښځو مصیبت وهٔ ۔ دا ممکنه ده چې دَ سړی خیال غلط وی اؤ ښځه پاکه وی دَ بل څهٔ وجهې نه ېٔ پهٔ دې تهمت لګؤلے وی ۔ دَ مخې نه ېٔ لرې کؤل غواړی ۔ هم دغه شان کهٔ یواځې دَ ښځې پهٔ قسمونو خوړلو هغه پاکه ګڼلې شوې اؤ پهٔ سړی حدِّ قذف جاری کېدے نو سړی ته مصیبت وهٔ ۔ ممکنه ده چې سړے رښتونے وی۔ نو دَ لعان حکم پهٔ داسې طریقه مقرر کؤل چې دَ ښځې خاوند دواړو خیال پکښې ساتلې شوے دے ۔ دَ الله تعالیٰ خاص فضل اؤ مهربانی ده پهٔ دې طریقه مقرر کؤل چې دَ ښځې خاوند دواړو خیال پکښې ساتلے شوے دے ۔ دَ الله تعالیٰ خاص فضل اؤ مهربانی ده پهٔ دې طریقه رښتونے دَ بې ګناه سزا نه بچ شو اؤ دَ دروغژن پهٔ دنیا کښې پرده وساتلې شوه ۔ شاید چې توبه وباسی اؤ ځان سم کړی ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ جَآءُوْ بِالْاِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنْكُمْ١ؕ لَا تَحْسَبُوْهُ شَرًّا لَّكُمْ١ؕ بَلْ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ١ؕ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْاِثْمِ١ۚ وَ الَّذِیْ تَوَلّٰی كِبْرَهٗ مِنْهُمْ لَهٗ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۱۱
ترجمه: بېشکه هغه کسان چې جوړ کړی ېٔ دی دا غټ دروغ ف۱۴ هم ستاسو یوه ډله ده ، ف۱۵ دا تاسو بد مهٔ ګڼیٔ پهٔ خپل حق کښې ۔ بلکې دا خو ستاسو پهٔ حق کښې خیر دے ۔ ف۱۶ دوی کښې هر کس دپاره هغه هومره سزا ده څومره چې هغهٔ ګناه ګټلې ، اؤ چا چې پورته کړے دَ دې نه دروند پېټے ، هغهٔ دپاره غټ عذاب دے ۔ ف۱۷
ف۱۴: دَ دې رکوع نه دَ هغې غټ مصیبت بیان دے چې منافقانو پهٔ بی بی عائشېؓ دَ دروغو تور پورې کړے وهٔ ۔ واقعه داسې وه چې رسول اللهﷺ دَ غزوهٔ بنی مصطلق نه مدینې منورې ته واپس تشریف راؤړو ۔ پهٔ دې سفر کښې حضرت عائشهؓ دَ حضور اکرمﷺ سره ملګرے وه ۔ دَ هغې سورلی جدا وه ۔ پهٔ بیل اوښ کیجاوې نه پړده چاپېره وه ۔ حضرت عائشهؓ به دَ پړدې دننه کیجاوه کښې کښېناسته نو بیا به ساروانانو کجاوه پهٔ اوښ وتړله ۔ دَ هغې عمر پهٔ دغه ورځو کښې ډېر کم وهٔ اؤ بدن ېٔ هم سپک وهٔ ۔ پهٔ یو ځائې کښې قافلې پراؤ کړے وهٔ ۔ دَ قافلې روانېدو نه مخکښې بی بی عائشهؓ قضائے حاجت ته تللې وه هلته ترېنه دَ غاړې هار چرته وشلېدو ۔ دَ هار پهٔ لټون ايساره شوه ۔ چې واپس ځائې ته راغله قافله روانه شوے وه ۔ ساروانانو دَ هغې کجاوه پهٔ اوښ تړلے وه اؤ دا خیال ېٔ نهٔ وهٔ راغلے چې تشه ده کهٔ ډکه (عائشه بی بیؓ هسې هم سپکه غوندې وه۔ دَ قافلې روانېدو پهٔ وخت لویه هله ګوله اؤ شور غوبل وی ۔ مضوطو ساروانانو پهٔ هیبت کښې کیجاوه پورته کړے ده اؤ پهٔ اوښ ېٔ تړلے وه ۔ اؤ سپکې درنې ته ېٔ هډو خیال نه دے کړے) عائشه بی بیؓ حیرانه پاتې شوه چې اوس به څهٔ کیږی ۔ دا عقل ېٔ وکړو چې قافلې پسې پیاده منډې وهلو پهٔ ځائې هم هلته کښېناسته چې پهٔ مخکښې پړاؤ به ساروانانو ته خپله پته ولګی چې کیجاوه تشه ده نو راپسې به واپس راشی ۔ شپه وه ډډه ېٔ اچؤلے هم پهٔ هغه ځائې وودهٔ شوے ده ۔ (پهٔ عربو کښې دَ تیز نمر دَ تاؤ نه بچ کېدو دپاره قافلې اکثر دَ شپې مزل کوی) حضرت صفوان بن معطلؓ پهٔ دې سفر کښې پهٔ دې کار کښې مقرر وهٔ ۔ قافلې پسې به لږ وروستو روان وهٔ چې دَ قافلې نه دَ پرېوتی راپرېوتی یا پاتې راپاتې څیز حفاظت کوی ۔ هغه چې سحر دې ځائې ته څیزونو کتو پسې راغلو نو یو بنده ېٔ وودهٔ ولیدو ۔ چې رانژدے شو اؤ وېٔ پېژنده چې دا خو بی بی عائشهؓ ده (هغهٔ پهٔ وړوکوالی کښې لیدلے وه دَ پردې کؤلو نه مخکښې نو ځکه ېٔ وپېژنده) دَ هیبته ېٔ پهٔ زوره اِنَّا لِلهِ وَ اِنَّا اِلَیْهِ رَاجِعُوْنَ ووې ۔ پهٔ دې آواز حضرت عائشه بی بیؓ راویښه شوه ۔ ځان ېٔ پهٔ څادر کښې ښهٔ پټ کړو ۔ بیا ورته حضرت صفوانؓ اوښ کښېنؤلو عائشه بی بیؓ ورباندې دغه شان پهٔ څادر کښې پټه سوره شوه ۔ حضرت صفوانؓ اوښ مخکښې دَ مهار نه نیؤلے روان کړو ۔ دغه شان تر غرمې پهٔ قافله پسې ورسېدو ۔ عبدالله بن ابیٔ دَ منافقانو مشر دَ رسول اللهﷺ سخت دشمن وهٔ ۔ هغهٔ خو داسې موقع دَ الله نه غوښته ۔ شور غوبل ېٔ جوړ کړو چې (نعوذ بالله) عائشه بی بیؓ پهٔ څهٔ بد نیت دَ قافلې نه پاتې شوه ۔ منافقانو دې خبرې ته ډېر زور ورکړو ۔ تر دې چې پهٔ ځنو مسلمانانو هم دَ دوی پراپیګنډې اثر وکړو ۔ هغوی هم دغه شان خبرې شروع کړې ۔ پهٔ مسلمانانو کښې (۱) حضرت حسانؓ اؤ (۲) حضرت مسطحؓ اؤ (۳) حضرت حمنه بنت جحشؓ دَ منافقانو پهٔ خبرو خطا شوی وو ۔ (حضرت مسطحؓ خو دَ حضرت ابوبکرؓ څهٔ خپلوان هم وهٔ اؤ غریب وهٔ هغهٔ به ورسره ډېر امداد کؤلو)
رسول اللهﷺ اؤ نورو مسلمانانو ته به پهٔ دې خبرو ډېر تکلیف رسېدو ۔ خو څو پورې چې حقیقت نهٔ وهٔ معلوم پهٔ زړهٔ ېٔ تېرؤله اؤ چا ته ېٔ غږ نهٔ کؤلو ۔ عائشه بی بیؓ تر ډېرو ورځو نهٔ وه خبر ۔ چې خبر شوه نو دَ ډېره غمه سخته ناجوړه شوه ۔ ټوله ورځ به پهٔ ژړا فریاد وه ۔ آخر ډېرې ورځې پس پهٔ دې رکوع کښې دَ عائشې بی بیؓ دَ پاکیٔ تصدیق خپله قرآن پاک وکړو ۔ عائشې بی بیؓ به بیا پهٔ دې فخر کؤلو ۔ چې زما پهٔ صفاییٔ کښې دَ قرآن روغه رکوع نازله شوے ده اؤ ده هم دَ فخر خبره ۔ تر دا مینځه ډېر عجیبه عجیبه واقعات تېر شوی دی۔ پهٔ بخاری شریف کښې ېٔ پوره تفصیل موجود دے ۔ خو مونږ ېٔ دلته دَ اختصار دپاره پرېږدو ۔
ف۱۵: یعنی دا تور پورې کؤنکی هغه کسان دی چې پهٔ دروغه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ یا پهٔ رښتیا دَ اسلام نوم اخلی اؤ ځان ته مسلمانان وائی ۔ یو څو کسو دا سفارش کړے دے اؤ ځنی پکښې پهٔ غلطیٔ شریک شوی دی ۔ بیا هم دَ الله احسان دے چې عام مسلمانان پهٔ دې جال کښې ګېر نهٔ شول ۔
ف۱۶: دا خطاب دَ هغې مسلمانانو دَ تسلیٔ دپاره دے څوک چې پهٔ دې خبرو خفه کېدل ۔ بیا خاص عائشه بی بیؓ اؤ دَ هغې دَ ټبر کسان مور پلار یا وروڼو وغېره ۔ یعنی اګرچې پهٔ ظاهره دا خبره ډېره خرابه ده اؤ ډېره دَ خفګان ده خو پهٔ حقیقت کښې دې کښې تاسو ته ډېر خیر دے ۔ دا شرافت اؤ بهتری لږه ده څهٔ؟ چې خپله قرآن دَ چا پهٔ پاکیٔ ګواهی ورکړی اؤ دښمنان تر قیامته خوار اؤ ذلیل کړی ۔ دَ ستاسو دَ پاکیٔ ذکر به تر قیامته دَ مسلمانانو پهٔ ژبه وی اؤ مسلمانانو ته دَ رسول اللهﷺ دَ پاکو بیبیانو دَ عزت اؤ احترام ساتلو داسې سبق وښیٔلے شو چې هېچرې ېٔ نهٔ شی هیرؤلے ۔
ف۱۷: یعنی چا چې پهٔ دې فتنه کښې څومره برخه اخستې ده دومره ګناه ېٔ وګټله اؤ دَ دومره سزا حقدار شو ۔ ځنو به پهٔ دې خبرو خوند اخستو پهٔ مزه مزه به ېٔ کؤلے اؤ چا به دَ افسوس اؤ خفګان پهٔ رنګ کښې کؤلے ۔ چا به دَ مسلمانانو دَ چېړ اؤ تنګؤلو دپاره پهٔ مجلس کښې دا خبره را واخسته ۔ نو دَ مجلس ځنی کسان به شکمن شو ۔ ځنی به دَ خفګانه چپ کښېناستل ۔ ډېرو به ووې چې دا صفا دروغ دی ۔ قرآن کریم دَ دغه کسانو تعریف کړے دے ۔ اؤ نورو ته ېٔ درجه پهٔ درجه کم و زیات تنبیه ورکړے ده ۔ پهٔ ګڼو احادیثو کښې صفا وئیلی شوی دی چې دَ دې تور لګؤلو غټ مدعی اؤ زیاته حصه اخستونکے عبدالله بن ابیٔ دَ منافقانو سردار وهٔ ۔ هم دهٔ به دې خبرې ته شهرت ورکؤلو ۔ دغه بدبخته پهٔ دنیا کښې هم ښهٔ ذلیل شو اؤ پهٔ آخرت کښې خو ېٔ خود دوزخ ځائې دے ۔
لَوْ لَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُوْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتُ بِاَنْفُسِهِمْ خَیْرًا١ۙ وَّ قَالُوْا هٰذَاۤ اِفْكٌ مُّبِیْنٌ۱۲
ترجمه: ولې داسې ونهٔ شوه ، کله چې تاسو دا خبره اورېدلے وه چې ګومان کړے وې مؤمنانو سړیو اؤ مؤمنانو ښځو پهٔ خپلو خلقو نیک ګومان اؤ ووئیلی ییٔ وې چې دا خو څرګند دروغ دی ۔ ف۱۸
ف۱۸: هر مسلمان ته پکار دی چې پهٔ خپل مسلمان ورور خور نیک ګومان کوی اؤ هر کله چې واؤری چې څوک پهٔ بل مسلمان هسې بې ثبوته تور پورې کوی نو پهٔ داسې خبره دې یقین نهٔ کوی ورته دې ووائی تهٔ دروغ وائے ۔ رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ۔ څوک چې دَ یو مسلمان پشی شا امداد کوی ۔ الله تعالیٰ به دَ هغهٔ امداد وکړی ۔ بې ثبوته پهٔ چا تهمت لګؤل دَ ایماندارو کار نهٔ دے ۔ پکار دی چې هر سړے دَ بل عزت دَ خپل عزت پهٔ شان وګڼی ۔ لکه چې حضرت ابو ایوب انصاریؓ پهٔ دې واقعه کښې کړی وو ۔ یوه ورځ ورته خپلې ښځې ووې ۔ خلق پهٔ عائشې بی بیؓ پسې داسې خبرې کوی ۔ هغهٔ ورته صفا ووې دروغ وائی ۔ ولې تهٔ داسې کار کؤلے شې؟ هغې ورته ووې ۔ هائے توبه ما دې الله وساتی ۔ هغهٔ ورته ووې ښه نو دَ حضرت صدیقؓ لور اؤ دَ رسول اللهﷺ ټبر داسې کار څنګه کؤلے شی؟ عائشه بی بیؓ دَ تا نه سل درجې زیاته پاک دامنه ده ۔ نو بیا تهٔ دَ هغې متعلق داسې ګومان څنګه کؤے؟
لَوْ لَا جَآءُوْ عَلَیْهِ بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ١ۚ فَاِذْ لَمْ یَاْتُوْا بِالشُّهَدَآءِ فَاُولٰٓىِٕكَ عِنْدَ اللّٰهِ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ۱۳
ترجمه: ولې تېر نهٔ کړل دوی پهٔ دې خبره څلور ګواهان ۔ نو هر کله چې تېر ېٔ نهٔ کړل ګواهان ۔ نو دغه کسان دَ الله پهٔ نزد دروغژن دی ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی دَ الله پهٔ حکم دَ شریعت پهٔ قانون کښې دغه کسان دروغژن دی څوک چې پهٔ چا تهمت ولګوی اؤ څلور ګواهان تېر نه کړی شی ۔ دغه کسان دروغژن دی هسې بکواس کوی ۔
وَ لَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ رَحْمَتُهٗ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِیْ مَاۤ اَفَضْتُمْ فِیْهِ عَذَابٌ عَظِیْمٌۚۖ۱۴
ترجمه: اؤ کهٔ نهٔ وې پهٔ تاسو فضل دَ الله اؤ دَ هغهٔ رحمت پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې ، نو ضرور به رسېدلے وهٔ تاسو ته پهٔ دې شهرت کښې څهٔ سخت آفت ، ف۲۰
ف۲۰: یعنی الله تعالیٰ دَ نبی آخرالزمان اُمت دَ خپل حبیبﷺ پهٔ خاطر دَ عذابونو نه بچ کړے دے ۔ ګنی دا خبره داسې وه چې دَ غټ عذاب قابله وه ۔ بله دا چې دَ خپل حبیبﷺ پهٔ خاطر ېٔ دَ مخلصانو مؤمنانو (څوک چې پهٔ خطا دې فتنه کښې شریک شوی وو) توبه قبوله کړه اؤ خطا ېٔ ورته معاف کړه ۔ ګنی دوی به هم دَ قیامت پهٔ ورځ دَ منافقانو سره پهٔ عذاب کښې پراتهٔ وو ۔
اِذْ تَلَقَّوْنَهٗ بِاَلْسِنَتِكُمْ وَ تَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِكُمْ مَّا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ وَّ تَحْسَبُوْنَهٗ هَیِّنًا١ۖۗ وَّ هُوَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمٌ۱۵
ترجمه: کله چې دا تاسو واخستې پهٔ ژبو اؤ وې به مو پهٔ خلو داسې خبرې چې تاسو ته ېٔ هېڅ علم نهٔ وهٔ ۔ اؤ تاسو دا یوه معمولی خبره ګڼیٔ ، خو دا پهٔ نژد دَ الله ډېره غټه خبره ده ۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی دَ عذاب حقدار به ولې نهٔ وو چې داسې بې تحقیقه اؤ بې سره خبرو ته ېٔ شهرت ورکؤلو اؤ داسې خبرې ېٔ کؤلے چې پهٔ واقعه کښې ترېنه هېڅ خبر نهٔ وهٔ ۔ هسې هم پهٔ یو پاک دامنې مسلمانې ښځې تور پورې کؤل سخت جرم دے ۔ اؤ بیا دَ الله دَ رسولﷺ پهٔ ټبر اؤ دَ ټولو مسلمانانو پهٔ قابلِ احترام مور تهمت لګؤل څومره غټ جرم دے اؤ بیا داسې یو سنګین جرم معمولی ګڼل خپله یو غټ جرم دے ۔
وَ لَوْ لَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ قُلْتُمْ مَّا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّتَكَلَّمَ بِهٰذَا١ۖۗ سُبْحٰنَكَ هٰذَا بُهْتَانٌ عَظِیْمٌ۱۶
ترجمه: اؤ ولې داسې ونهٔ شوه کله چې تاسو دا واؤرېدهٔ چې وئیلی مو وې مونږ ته نهٔ دی پکار چې داسې خبرې وکړو ۔ اے الله تهٔ پاک ئ ۔ دا خو غټ بهتان دے۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی اول خو یو مسلمان ته پهٔ بل مسلمان نیک ګومان کؤل پکار دے ۔ پهٔ زړهٔ کښې هم شک نهٔ دے پکار اؤ بالفرض کهٔ دَ شیطان پهٔ لمسه دَ چا پهٔ زړهٔ کښې شک راغلے هم وې نو بیا دا جائزه نهٔ وه چې داسې خبره ېٔ دَ خلې نه ویستې وې ۔ پکار دا ده چې هر مسلمان دَ بل مسلمان عزت خپل عزت وګڼی اؤ صفا ووائی چې داسې بې سره اؤ بې دلیله خبره ما ته دَ خلې نه وېستل مناسب نهٔ دی ۔ یا الله تهٔ پاک ئ ۔ دا خلق څنګه بې عقله خبرې کوی ۔ دا هم چرته کېدے شی؟ چې کومه پاکه بی بی چې الله پاک دَ خپل حبیبﷺ دَ کور دپاره خوښه کړے ده هغه دې نهٔ دَ خپل عزت خیال وساتی اؤ نهٔ دَ الله دَ رسولﷺ دَ عزت خیال وساتی؟ اَسْتَغْفَرُاللہ توبه ۔ دا خو چا دښمنانو دروغ جوړ کړی دی ۔ دَ پاک رسولﷺ پاکه بی بی داسې کار هېچرې نهٔ شی کؤلے ۔
یَعِظُكُمُ اللّٰهُ اَنْ تَعُوْدُوْا لِمِثْلِهٖۤ اَبَدًا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَۚ۱۷
ترجمه: الله تاسو ته نصیحت کوی چې بیا ونهٔ کړیٔ داسې کار هېچرې ۔ کهٔ تاسو ایمان لریٔ ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی مؤمنان دې ښهٔ بیدار شی ۔ ځان دې ویښ کړی چې بیا چرته دَ منافقانو پهٔ جال کښې ګېر نهٔ شی ۔ دَ خپل پېغمبر اؤ دَ هغهٔ دَ پاکو بیبیانو خپلو میاندو دَ عزت دې ډېر خیال ساتی ۔ چې بیا چرته خطا نهٔ شی ۔
وَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۱۸
ترجمه: اؤ الله څرګندوی تاسو ته دَ قدرت نښې ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ عالم دے دَ حکمتونو خاوند ، ف۲۴
ف۲۴: یعنی الله تعالیٰ به ورته دا حال ښهٔ څرګند کړی چې دا فتنه چا را پورته کړے ده ۔ مخکښې آیت کښې ښیٔلی شوی دی چې منافقانو پورته کړے ده کوم چې دَ اسلام دښمنان دی۔
عامو مفسرینو دلته دَ آیات معنٰی احکام ، نصیحت، حدود اؤ توبه قبلؤل وغېره اخستې ده ۔ پهٔ دې وخت کښې به دَ عَلِیْمٌ و حَکِیْمٌ اسمائے صفاتو مطلب دا شی چې الله تعالیٰ علیم دے ۔ پهٔ تاسو کښې مخلصان اؤ منافقان ښهٔ پیژنی ۔ نو دَ مخلصانو توبه ېٔ قبوله کړه ۔ اؤ دَ منافقانو دپاره ېٔ سخت عذاب مقرر کړو ۔ اؤ الله تعالیٰ حکیم دے ۔ پهٔ دې واقعه کښې ېٔ هم دَ ستاسو سیاسی تربیت وکړو ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحِبُّوْنَ اَنْ تَشِیْعَ الْفَاحِشَةُ فِی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ١ۙ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ وَ اَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ۱۹
ترجمه: څوک چې دا غواړی چې خوره شی بدکاری پهٔ ایماندارو کښې ، ف۲۵ هغوی دپاره دردناک عذاب دے پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې ۔ ف۲۶ اؤ الله خبر دے اؤ تاسو نهٔ ییٔ خبر ۔ ف۲۷
ف۲۵: یعنی بدکاری خوروی یا دَ بدکاریٔ خبرونه خوروی ۔ دا منافقان وو ۔ لېکن پهٔ دې آیت کښې مسلمانانو ته هم خبردارے دے چې فرض کړه کهٔ دَ یو مسلمان پهٔ زړهٔ کښې څهٔ خرابه خبره تېره شی ۔ یا ېٔ پهٔ خطا څهٔ خرابه خبره دَ خلې نه ووځی نو پکار ده چې غلې شی بیا داسې خبرې ته شهرت نهٔ ورکوی ۔ کهٔ خامخا دَ یو مسلمان بې عزتی کوی نو ښهٔ دې پوهه شی چې دَ دهٔ عزت هم محفوظ نهٔ شی پاتې کېدے ۔ دې به خپله بې عزته اؤ شرمنده شی۔
ف۲۶: پهٔ دنیا کښې حدِّ قذف اؤ پهٔ قسم قسم بې عزتی اؤ پهٔ آخرت کښې دردناک عذاب دَ دوزخ سزا ۔
ف۲۷: یعنی داس وران کاری الله پاک ته ښهٔ معلوم دی کهٔ تاسو ته نهٔ وی معلوم ۔ هغه پهٔ دې هم خبر دے چې دَ چا پکښې څومره ګناه ده اؤ دَ چا پکښې څهٔ غرض وهٔ ۔ دَ هغې مناسب سزا به ورکوی ۔
وَ لَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ رَحْمَتُهٗ وَ اَنَّ اللّٰهَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ۠۲۰
ترجمه: اؤ کهٔ نهٔ وې دَ الله فضل پهٔ تاسو اؤ دَ هغهٔ رحمت ، اؤ دا چې الله نرمی کؤنکے دے مهربانه ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی دا دَ تهمت لګؤلو فتنه خو داسې وه چې الله خبر څوک څوک به پکښې تباه کېدل ۔ لېکن الله پاک خالص پهٔ خپل فضل پهٔ تاسو کښې دَ توبې وېستونکیو توبه قبوله کړه اؤ ځنی کسان ېٔ پهٔ شرعی سزا ورکؤلو پاک کړل اؤ ځنی چې ډېر ناکاره وو هغو ته ېٔ مهلت ورکړو اؤ دَ آخرت سزا ته ېٔ پرېښؤل ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ١ؕ وَ مَنْ یَّتَّبِعْ خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ فَاِنَّهٗ یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِ١ؕ وَ لَوْ لَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَ رَحْمَتُهٗ مَا زَكٰی مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَبَدًا١ۙ وَّ لٰكِنَّ اللّٰهَ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۲۱
ترجمه: اے ایماندارو مهٔ ځیٔ دَ شیطان پهٔ پلونو اؤ څوک چې روان شو دَ شیطان پهٔ پلونو ، نو هغه خو به ورته ښیٔ بې حیائی اؤ ناکاره خبرې ، ف۲۹ اؤ کهٔ نهٔ وې پهٔ تاسو دَ الله فضل اؤ رحمت ، نو نهٔ به وو پاک شوی تاسو کښې هېڅوک هېچرې ، لېکن الله پاکوی څوک چې وغواړی ، اؤ الله هر څهٔ اوری پهٔ هر څهٔ خبر دے ۔ ف۳۰
ف۲۹: یعنی دَ شیطان دَ مکر نه بیدار وسیٔ ۔ دا دَ مسلمان کار نهٔ دے چې دَ شیطان پهٔ پل روان شی ۔ دَ شیطانانو خو کار دا دے چې بې حیائی خوره کړی اؤ بدعملی عامه کړی ۔ نو تاسو ولې سره دَ عقله ځان کندې ته غورزویٔ ۔ ګوریٔ شیطان دلته څومره فساد جوړ کړو ۔ ځنې ساده مسلمانان ېٔ خطا کړل اؤ پهٔ غم ېٔ اخته کړل ۔
ف۳۰: یعنی شیطان به ټول خطا کړی ویٔ یو به هم پهٔ سمه لار نهٔ وهٔ پاتې خو دا درباندې دَ الله تعالیٰ فضل اؤ احسان وهٔ چې اکثر مخلصان مؤمنان ېٔ دَ دې وبا نه بچ کړل ۔ اؤ کوم څو کسان چې خطا شوی وو هغوی ته ېٔ دَ توبې توفیق ورکړو ۔ اؤ بیا ېٔ دَ هغو توبه قبوله کړه ۔ دَ ګناه نه ېٔ بچ کړل ۔ دا خبره دَ یو الله پهٔ اختیار کښې ده اؤ هغه پهٔ خپل کامل علم ښهٔ پیژنی چې څوک دَ اصلاح قابل دے اؤ دَ چا توبه قبلؤل پکار دی ۔ هغه دَ ټولو توبه اوری اؤ دَ هر چا دَ زړهٔ پهٔ حال خبر دے (چې څوک پهٔ اخلاص توبه ګار شوے دے اؤ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې کوټ دے)۔
وَ لَا یَاْتَلِ اُولُوا الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَ السَّعَةِ اَنْ یُّؤْتُوْۤا اُولِی الْقُرْبٰی وَ الْمَسٰكِیْنَ وَ الْمُهٰجِرِیْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١۪ۖ وَ لْیَعْفُوْا وَ لْیَصْفَحُوْا١ؕ اَلَا تُحِبُّوْنَ اَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۲۲
ترجمه: اؤ قسم دې نهٔ خوری تاسو کښې دَ لوئې درجې اؤ فراخیٔ خاوندان دَ دې خبرې چې ورکړی خپلوانو ته اؤ محتاجو ته اؤ دَ الله پهٔ لار کښې وطن پرېښؤنکیو ته ، اؤ پکار ده چې معاف ېٔ کړی اؤ پرې ېٔ ږدی ، آیا تاسو دا نهٔ خوښویٔ چې الله معافی درکړی ، اؤ الله بخښونکے دے مهربانه ، ف۳۱
ف۳۱: پهٔ حضرت عائشې بی بیؓ باندې تور پورې کؤلو کښې ځنی مخلص ایماندار کسان هم دَ خپلې کم عقلیٔ پهٔ وجه دَ منافقانو پهٔ جال کښې ګېر شوی وو ۔ پهٔ هغو کښې یو حضرت مسطحؓ هم وهٔ ۔ دا یو غریب مهاجر وهٔ اؤ دَ حضرت ابوبکر رضی الله عنه خوریے یا ترور ځوے غوندې هم وهٔ ۔ دَ ”اِفک“ دَ واقعې نه مخکښې به حضرت ابوبکرؓ دَ هغهٔ سره ډېر امداد کؤلو ۔ خو چې دا واقعه ختمه شوه اؤ دَ ام المؤمنین دَ پاکیزه والی تصدیق دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه پهٔ قرآن کښې وشو نو حضرت صدیق رضی الله عنه قسم وخوړو چې بیا به دَ مسطح سره څهٔ امداد نهٔ کوم (چې دهٔ نهٔ زما دَ خپلویٔ خیال وکړو نهٔ ېٔ زما احسانونو ته وکتل اؤ زما پهٔ بدنامیٔ کښې ېٔ دَ منافقانو سره سمه برخه واخسته ۔ نو بس دَ داسې ناشکره سره نور امداد نهٔ کوم) اؤ شاید چې دَ نورو اصحابو سره هم څوک چې پهٔ دې واقعه کښې شریک شوی وو ۔ دا قسم حالات پیش شوی وی ۔ دَ دې متعلق دا آیت نازل شو ۔ چې پهٔ تاسو کښې چې چا ته پهٔ دین کښې لویه درجه اؤ پهٔ دنیا کښې فراخی ورکړی هغوی له دا نهٔ ده پکار چې داسې قسم وخوری ۔ هغوی ته ډېره لویه سینه اؤ ډېر ښهٔ اخلاق پکار دی ۔ بهادری دا نهٔ ده چې چا نه بدل واخستې شی ۔ غټه بهادری دا ده چې دَ بدیٔ پهٔ بدل کښې ورسره نیکی اؤ احسان وکړی۔ دَ غریبو خپلوانو اؤ مهاجرینو دَ امداد نه لاس نیؤل دَ لوییٔ اؤ بهادریٔ کار نهٔ دے ۔ کهٔ چا داسې قسم خوړلے وی نو هغه دې پوره کوی نه ۔ دا قسم دې مات کړی اؤ کفاره دې ېٔ ورکړی ۔ دَ تاسو دَ لوئے درجې سره دا لائقه ده چې دَ خطا کار خطا معاف کړیٔ اؤ سترګې پرې پټې کړیٔ ۔ کهٔ داسې مو وکړل نو الله تعالیٰ به دَ ستاسو ګناهونه معاف کړی ۔ نو آیا تاسو دَ الله تعالیٰ دَ معافیٔ خواهش نهٔ لریٔ؟ کهٔ لریٔ نو تاسو هم دَ هغهٔ دَ بندګانو سره دغه شان معامله وکړیٔ ۔ دې کښې مسلمانانو ته دَ تَخَلُّقْ بِاَخْلَاقِ اللہِ تعلیم دے ۔ پهٔ احادیثو کښې دی چې حضرت ابوبکرؓ چې دا آیت واؤرېدو نو وېٔ وې بَلٰی یَا رَبَّنَا نُحِبُّ (بېشکه اے الله مونږ تا نه معافی غواړو) اؤ دَ دې نه پس ېٔ دَ مسطحؓ هغه امداد بیا جاری کړو ۔ بلکې پهٔ بعضو روایاتو کښې راځی چې دَ مخکښې نه ېٔ یو پهٔ دوه زیات کړو۔
اِنَّ الَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ الْغٰفِلٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ لُعِنُوْا فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ١۪ وَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌۙ۲۳
ترجمه: بېشکه هغه کسان چې عیب لګوی پهٔ پاک دامنو ، ناخبره ایماندارو ښځو ، پهٔ لعنت شوی دی دنیا اؤ آخرت کښې ، اؤ دوی دپاره غټ عذاب دے ۔ ف۳۲
ف۳۲: دَ بخاری شریف اؤ مسلم شریف حدیث دے۔ ”اِجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمَوْبِقَاتِ الشِّرْكَ بِاللهِ وَالسِّحْرُ وَ قَتْلَ النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللهُ اِلَّا بِالْحَقِّ وَ اَکْلَ الرِّبٰو وَ اَکْلَ مَالِ الْیَتِیْمِ وَالتَّوَلی یَوْمَ الزَّحْفِ وَ قَذْفَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلَاتِ“ (ځان ساتیٔ دَ ووهٔ (۷) تباه کؤنکیو کارونو نه ۔
(۱) دَ الله سره شریک جوړؤل ۔
(۲) جادو کؤل ۔
(۳) دَ هغې نفس چې الله عزت ورکړے دے بې حقه قتل کؤل ۔
(۴) سود خوړل ۔
(۵) دَ یتیم مال خوړل ۔
(۶) دَ جنګ پهٔ ورځ تښتېدل ۔
(۷) اؤ پهٔ ناخبره پاکدامنو ایماندارو ښځو تور پورې کؤل (الخ)
دَ دې نه معلومه شوه چې پهٔ پاکدامنو ښځو تور پورې کؤل مطلق دَ تباهیٔ سبب دے ۔ نو بیا دَ ټولو مسلمانانو پهٔ قابلِ احترام مور اؤ دَ نبی کریمﷺ پهٔ محبوبه بی بی تور پورې کؤل به څومره غټه ګناه وی؟ عالمانو دا خبره واضحه کړے ده چې دَ دې آیتونو نازلېدو نه پس اوس هم کهٔ څوک دَ عائشې بی بیؓ یا دَ حضور اکرمﷺ دَ نورو بیبیانو پهٔ پاکیٔ کښې شک کوی هغه صفا کافر دے اؤ دَ اسلام دَ حلقې نه بهر دے ۔ ځکه چې دا دَ قرآن تکذیب دے ۔ پهٔ طبرانی کښې یو حدیث دے ۔
قَذْفُ الْمُحْصَنَةِ یَھْدِمُ عَمَلَ مِائَةِ سَنَةٍ ۔
(پهٔ پاکدامنه مسلمانه ښځه تور پورې کؤل دَ سلو (۱۰۰) کالو نیکی بربادوی) (نعوذ بالله)
یَّوْمَ تَشْهَدُ عَلَیْهِمْ اَلْسِنَتُهُمْ وَ اَیْدِیْهِمْ وَ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۲۴
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې ښکاره به کړی دَ دوی ژبې اؤ لاسونه اؤ ښپې څهٔ چې دوی کؤل ، ف۳۳
ف۳۳: یعنی مجرم به پهٔ خپله خوښه دَ جرم اقرار نهٔ کوی ۔ خو دَ الله پهٔ حکم به دَ هغهٔ ژبه اؤ لاس ښپې خپله ګویا شی اؤ هر اندام چې څهٔ ګناه کړی وی دَ هغې اقرار به وکړی (لطیفه) تهمت لګؤنکی نه دَ څلورو ګواهانو مطالبه شوے وه چې هغه پوره نهٔ کړې شوه نن به پهٔ هغه پنځهٔ څیزونه ګواهی وکړی ۔ یو ژبه اؤ څلور لاس ښپې ۔
یَوْمَىِٕذٍ یُّوَفِّیْهِمُ اللّٰهُ دِیْنَهُمُ الْحَقَّ وَ یَعْلَمُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِیْنُ۲۵
ترجمه: پهٔ دغه ورځ به پوره پوره ورکړی الله دوی ته سزا څومره چې ورته پکار ده ، اؤ دوی به خبر شی چې هم هغه الله دے رښتونې څرګندونے ، ف۳۴
ف۳۴: چې دَ ذرې ذرې عمل حساب به ورته صفا صفا ښکاره کړی ۔ دَ هغهٔ حسا بالکل صفا اؤ رښتونے دے هلته پهٔ هېچا ظلم نهٔ کیږی ۔ نو دا واقعه به هم دَ قیامت پهٔ ورځ هر چا ته صفا څرګنده شی چې پهٔ پاکې بی بی ېٔ دروغ جوړ کړی وو ۔
اَلْخَبِیْثٰتُ لِلْخَبِیْثِیْنَ وَ الْخَبِیْثُوْنَ لِلْخَبِیْثٰتِ١ۚ وَ الطَّیِّبٰتُ لِلطَّیِّبِیْنَ وَ الطَّیِّبُوْنَ لِلطَّیِّبٰتِ١ۚ اُولٰٓىِٕكَ مُبَرَّءُوْنَ مِمَّا یَقُوْلُوْنَ١ؕ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ رِزْقٌ كَرِیْمٌ۠۲۶
ترجمه: ګنده ښځې دَ ګنده سړیو دپاره دی ، اؤ ګنده سړی دَ ګنده ښځو دپاره دی اؤ پاکې ښځې دَ پاکو سړیو دپاره دی اؤ پاک سړی دَ پاکو ښځو دپاره دی ، ف۳۵ دغه خلق بیزاره دی دَ هغه خبرو چې وائی ېٔ دا دروغژن ، ف۳۶ دوی دپاره بخښنه ده اؤ دَ عزت روزی ، ف۳۷
ف۳۵: یعنی بدکاره اؤ ګنده ښځې دَ بدکارو سړیو سره مناسب دی اؤ دغه شان بدکار سړی هم دَ بدکارو ښځو سره جوړیږی دَ پاک ستره اؤ دَ ګنده سره څهٔ مناسبت نشته ۔ ابنِ عباسؓ فرمائیلی دی ۔ دَ پېغمبر ښځه هېچرې بدکاره کېدے نهٔ شی ۔ دَ پېغمبر دَ عزت الله تعالیٰ خپله حفاظت کوی ۔ دا تفسیر خو دَ ترجمې موافق دے ۔ اؤ ځنو مفسرانو دلته ”اَلْخَبِیْثٰتُ“ نه ګنده خبرې مراد اخستی دی ۔ یعنی ګنده خبرې اؤ تهمتونه لګؤل دَ ګنده خلقو کار دے ۔ پاکباز اؤ صفا ستره نیکان بندګان پهٔ چا تهمتونه نهٔ لګوی ۔ لکه چې ورپسې آیت ”اُلٰٓئِكَ مُبَرَّاُوْنَ“ نه هم دَ دې تفسیر کیږی ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې ګنده خبرې دَ ګنده خلقو دَ خلې نه وځی ۔ نو چا چې پهٔ یو پاک بنده تهمت ولګؤلو پوهه شیٔ چې دې خپله ګنده دے ۔
ف۳۶: یعنی پاک خلق دَ داسې خبرو نه ځان ساتی کومې چې دا ګنده خلق خوروی ۔
ف۳۷: یعنی چا ته ناکاره وئیلو باندې څوک پهٔ رښتیا نهٔ ناکاره کیږی بلکې کهٔ هغه پاک بنده پهٔ دې خبرو صبر وکړی نو دَ هغهٔ دپاره دَ مغفرت اؤ لویو درجو سبب ګرځی اؤ مفسدان چې ېٔ پهٔ دنیا کښې دَ بې عزتیٔ کوشش کوی دومره به ورته الله تعالیٰ پهٔ آخرت کښې عزت اؤ لوئے درجې ورکړی۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتًا غَیْرَ بُیُوْتِكُمْ حَتّٰی تَسْتَاْنِسُوْا وَ تُسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَهْلِهَا١ؕ ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۲۷
ترجمه: اے ایماندارو مهٔ ننوځیٔ هېڅ کور ته بې دَ خپله کوره تر دې چې خبرې وکړیٔ اؤ سلام واچویٔ دَ هغه کور پهٔ خلقو ، دا ستاسو دپاره بهتره ده کهٔ تاسو ېٔ یاده وساتیٔ ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی خاص دَ خپل وسېدو دَ کور نه علاوه چې بل کور ته څوک ننوځی نو بې خبره ور ننوتل نهٔ دی پکار څوک څهٔ خبر دے چې دَ دغه کور وسیدونکی دې وخت کښې پهٔ څهٔ حال کښې دی اؤ پهٔ داسې موقعه به پرې دَ چا راتلل ښهٔ لګی کهٔ بد ۔ نو یو کور ته دَ ننوتو صحیح طریقه دا ده چې دَ کور دَ وسیدونکیو نه اول اجازت واخستې شی ۔ اؤ دَ اجازت اخستو دپاره دَ ټولو نه ښهٔ آواز سلام دے ۔ حضورﷺ فرمائیلی دی چې درے ځله دې ورباندې سلام واچوی کهٔ هغوی دَ دننه ورتلو اجازت ورکړو ډېره ښهٔ ده ګنی پهٔ خوشیٔ دې واپس شی ۔ حقیقت دا دے چې دا یو داسې حکیمانه تعلیم دے چې دَ دې پابندی کؤلو کښې دَ کور خاوند اؤ مېلمه دواړو ته خیر دے ۔ لېکن افسوس دے چې نن مسلمانانو پهٔ دې مفید هدایت عمل پریٔښې دے۔ اؤ نور قومونه پرې عمل کوی ۔ (ربط) دَ سورت پهٔ شروع کښې دَ زنا اؤ قذف احکام بیان شو ۔ اکثر بې اجازت دَ کور ته تلو راتلو نه داسې قسم فتنې پیدا کیږی ۔ ځکه پهٔ دې آیتونو کښې دَ اجازت اخستو ضرورت بیان شو ۔
فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فِیْهَاۤ اَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوْهَا حَتّٰی یُؤْذَنَ لَكُمْ١ۚ وَ اِنْ قِیْلَ لَكُمُ ارْجِعُوْا فَارْجِعُوْا هُوَ اَزْكٰی لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ۲۸
ترجمه: بیا کهٔ تاسو ونهٔ مومیٔ دې کور کښې څوک بنده نو مهٔ ننوځیٔ تر دې چې اجازت درکړې شی ، ف۳۹ اؤ کهٔ درته ووئیلی شی چې واپس شیٔ نو واپس شیٔ دغه خبره ستاسو دپاره ډېره صفا ده ، ف۴۰ اؤ الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ۔ ف۴۱
ف۳۹: کهٔ دا پته ولګی چې پهٔ کور کښې هېڅوک نشته (خالی دے) بیا هم دَ مالک دَ اجازت نه بغیر ور ننوتل جائز نهٔ دی ۔ پته نهٔ لګی بې اجازته ورننوتو نه څهٔ کشاله پېښه شی ۔ البته کهٔ دَ مخکښې نه ورته اجازت حاصل شوے وی۔ (خو پهٔ دې وخت څوک نهٔ وی) بیا خیر دے ۔
ف۴۰: یعنی کهٔ څوک دَ ملاقات اجازت ورنهٔ کړی نو پهٔ دې بد مهٔ ګڼیٔ ۔ کله کله دَ بنده چا سره ملاقات ته زړهٔ نهٔ غواړی څهٔ نقصان ېٔ کیږی ۔ یا پهٔ داسې کار کښې مشغول وی چې بل څوک پرې خبرؤل مناسب نهٔ ګڼی ۔ نو تاسو ته څهٔ حاجت دے چې بې فائدې بل بنده تنګویٔ ۔ پهٔ دې باندې زړهٔ کښې ښیرے راځی اؤ تعلقات خرابیږی ۔
ف۴۱: هغه دَ ستاسو پهٔ ټولو پټو اؤ څرګندو کارونو اؤ دَ زړهٔ پهٔ حال ښهٔ خبر دے ۔ څوک چې څهٔ کار کوی اؤ پهٔ کوم نیت ېٔ کوی نو دَ هغې مناسب سزا به ورکوی ۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل کامل علم دَ ټولو خبرو خیال ساتلے دے نو دا هدایت ېٔ تاسو ته کړے دے پهٔ دې کښې ستاسو خیر دے ۔
لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَدْخُلُوْا بُیُوْتًا غَیْرَ مَسْكُوْنَةٍ فِیْهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَ مَا تَكْتُمُوْنَ۲۹
ترجمه: نشته پهٔ تاسو څهٔ ګناه کهٔ ننوځیٔ داسې کورونو ته چې څوک پکښې نهٔ وسی، هغې کښې څهٔ سامان وی ستاسو ، ف۴۲ اؤ الله ته معلوم دی څهٔ چې تاسو څرګندویٔ اؤ څهٔ چې پټویٔ ۔ ف۴۳
ف۴۲: یعنی پهٔ کومو ځایونو کښې چې څوک خاص خلق نهٔ وسی اؤ نهٔ ورکښې څهٔ نا منع وی ۔ لکه جمات ، مدرسه یا سرائے وغېره ۔ داسې ځائې کښې کهٔ دَ چا څهٔ شے پروت وی یا ېٔ څهٔ حاجت وی نو داسې ځائې ته بې اجازته ورننوتل خیر دے ۔
ف۴۳: الله پاک ته ستاسو پټ اؤ څرګند ټول حالات معلوم دی ۔ دَ دې ټولو خبرو خیال ېٔ ساتلے دے ځکه ېٔ درته دا حکم درکړے دے چې دَ فتنې پیدا کېدو موقعې ختمې شی ۔ مسلمان ته پکار دی چې پهٔ زړهٔ کښې پهٔ دغه خیال پهٔ دې احکامو عمل کوی ۔
قُلْ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ یَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ وَ یَحْفَظُوْا فُرُوْجَهُمْ١ؕ ذٰلِكَ اَزْكٰی لَهُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌۢ بِمَا یَصْنَعُوْنَ۳۰
ترجمه: ووایه مؤمنانو ته چې ټیټې ساتیٔ خپلې سترګې ف۴۴ اؤ حفاظت کویٔ دَ خپلې شرمګاه ، ف۴۵ دې کښې دَ دوی صفائی ده ۔ بېشکه الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې دوی کوی، ف۴۶
ف۴۴: بدنظر اثر دَ خرابو تعلقاتو جوړېدو وړومبیٔ پوړیٔ وی چې آخر ترېنه ډېر خرابے پیدا کیږی۔
قرآن کریم دَ خرابیٔ جرړه غوڅؤل غواړی اؤ دَ بې حیاییٔ اؤ بدکاریٔ لارې بندؤل غواړی ۔ ځکه مسلمان سړی اؤ ښځې ته حکم کوی چې نظر ټیټ ساتیٔ ۔ اؤ خپل نفسانی خواهش قابو کړیٔ ۔ کهٔ یو ځل چرته بې اختیاره دَ سړی نظر پهٔ ښځه پرېوځی یا دَ ښځې نظر پهٔ سړی پرېوځی ۔ نو دویٔم ځل دې ورته بیا نهٔ ګوری ۔ سترګې دې ښکته کړی ۔ اول نظر خو بې اختیاره وهٔ ، مجبور وهٔ نو هغه معاف شو خو دویٔم ځل چې ګوری نو پهٔ خپل اختیار به ګوری دې کښې معذور نهٔ دے ۔ کهٔ یو بنده ځان پهٔ نظر ټیټ ساتلو عادت کړی اؤ پهٔ خپل نیت اؤ اراده هېڅ ناجائز کار ته نهٔ ګوری ۔ نو ډېر ژر به ېٔ دَ نفس تزکیه وشی اؤ زړهٔ به ېٔ صفا شی ۔ چونکې پهٔ وړومبی ځل بې اختیاره کتو کښې دَ نفسانی خواهش اؤ دَ زړهٔ دَ ارادې څهٔ دخل نهٔ وی ځکه ورته دَ هغې معافی ورکېدے شی ۔ شاید چې دلته”مِنْ اَبْصَارِھِمْ“ کښې پهٔ مِنْ تبعیضیه راوړو کښې دې طرف ته اشاره ده ۔
ف۴۵: یعنی دَ بدکاریٔ نه ځان ساتیٔ اؤ دَ خپلې نکاح کړے ښځې یا ملکیت وینځې نه علاوه دَ بلې ښځې مخکښې خپل دَ پړدې اندامونه مهٔ ښکاره کویٔ ۔
ف۴۶: یعنی دَ سترګو پهٔ غلا دَ زړهٔ پهٔ پټو خبرو اؤ دَ نیت پهٔ حال ښهٔ خبر دے ۔ نو ځان دَ هر قسمه بدنظر ، ناکاره خیال اؤ ناکاره کارونو نه ساتیٔ ۔ ګنی دَ سزا نه بچ کېدے نهٔ شیٔ ۔ حضرت شاه صاحبؒ ”یَصْنَعُوْنَ“ نه غالبًا دَ جاهلیت دَ زمانې کارونه مراد کړی دی ۔ یعنی دَ اسلام نه مخکښې چې چا څهٔ بې اعتدالیٔ کړی دی الله ته ښې معلومې دی ۔ اوس ېٔ دَ خپل پېغمبر پهٔ خلهٔ درته دا حکم درکړو چې دَ ستاسو تزکیه وشی ۔
وَ قُلْ لِّلْمُؤْمِنٰتِ یَغْضُضْنَ مِنْ اَبْصَارِهِنَّ وَ یَحْفَظْنَ فُرُوْجَهُنَّ وَ لَا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ اِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَ لْیَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰی جُیُوْبِهِنَّ١۪ وَ لَا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ اِلَّا لِبُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اٰبَآىِٕهِنَّ اَوْ اٰبَآءِ بُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اَبْنَآىِٕهِنَّ اَوْ اَبْنَآءِ بُعُوْلَتِهِنَّ اَوْ اِخْوَانِهِنَّ اَوْ بَنِیْۤ اِخْوَانِهِنَّ اَوْ بَنِیْۤ اَخَوٰتِهِنَّ اَوْ نِسَآىِٕهِنَّ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُنَّ اَوِ التّٰبِعِیْنَ غَیْرِ اُولِی الْاِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ اَوِ الطِّفْلِ الَّذِیْنَ لَمْ یَظْهَرُوْا عَلٰی عَوْرٰتِ النِّسَآءِ١۪ وَ لَا یَضْرِبْنَ بِاَرْجُلِهِنَّ لِیُعْلَمَ مَا یُخْفِیْنَ مِنْ زِیْنَتِهِنَّ١ؕ وَ تُوْبُوْۤا اِلَی اللّٰهِ جَمِیْعًا اَیُّهَ الْمُؤْمِنُوْنَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ۳۱
ترجمه: اؤ ووایه ایماندارو ښځو ته چې ټیټې ساتیٔ خپلې سترګې ، اؤ حفاظت کویٔ دَ خپلې پړدې ، اؤ نهٔ دې څرګندوی خپل ښائست سوا دَ هغې نه کوم چې ښکاره څیز دے ۔ ف۴۷ اؤ را ټیټ دې کړی خپل پړونی پهٔ خپلو ګرېوانونو ف۴۸ اؤ نهٔ دې څرګندوی خپل ښائست مګر دَ خپل خاوند مخکښې یا دَ خپل پلار مخکښې یا دَ خاوند دَ پلار مخکښې ف۴۹ یا دَ خپل اولاد یا دَ خاوند دَ اولاد یا دَ خپل ورور یا ورارهٔ یا دَ خوری مخکښې یا دَ خپلو ښځو ف۵۰ یا دَ وینځو مخکښې ف۵۱ یا دَ هغه خدمتګارو سړیو مخکښې چې بې غرضه وی ۔ ف۵۲ یا دَ هغه وړو هلکانو مخکښې چې دَ ښځو راز ورته نهٔ وی څرګند شوے ۔ ف۵۳ اؤ قدم ته دې پهٔ زمکه درز نهٔ ورکوی چې وپېژندے شی هغه سنګار چې دوی ېٔ پټوی ، ف۵۴ اؤ توبه وباسیٔ الله ته ټول پهٔ جمع ، اے ایماندارو ، چې کامیابی ومومیٔ ۔ ف۵۵
ف۴۷: سنګار پهٔ عامه محاوره کښې خارجی ښائست ته وئیلی شی ۔ یعنی هغه ښائست چې جامو ، کالیو ، یا سرخی یوډرو پهٔ ذریعه حاصلیږی خو دلته دَ ښائست نه مطلب عام ښائست دے ۔ پیدائشی وی دَ بدن ساخت اؤ کهٔ کسبی وی پهٔ خارجی ذریعه ډول ډال جوړ شوے وی ۔ خلاصه مطلب ېٔ دا دے چې ښځې ته سره دَ هغه کسانو نه چې نکاح ورسره حرامه ده (کوم چې مخکښې بیان شوی دی) دَ نورو سړیو مخکښې دَ خپل فطری یا کسبی ښائست اظهار جرم دے ۔ البته پهٔ څومره انداز کښې اظهار چې مجبوری وی چې بې دَ هغې نه ګوزاره نهٔ کیږی هغه خیر دے (پهٔ دې شرط چې دَ فساد خطره نهٔ وی) دَ احادیثو نه معلومیږی چې مخ اؤ لاسونه پهٔ ”اِلَّا مَا ظَهَرَ“ کښې داخل دی ۔ ځکه چې ډېر دینی اؤ دنیاوی کارونه بې دَ دې نه نهٔ شی کېدے ۔ کهٔ بالکل دَ هر څهٔ پټؤلو حکم شوے وې نو ښځو ته به پهٔ کاروبار کښې ډېر تکلیف وهٔ ۔ دَ دې سره بیا عالمانو دَ قدمونو دَ څرګندؤلو هم اجازت ورکړے دے اؤ چې دَ دې اندامونو دَ څرګندؤلو اجازت وشو نو اوس دَ دې متعلق څیزونه لکه دَ سترګو رانجهٔ ، دَ لاسونو نکریزې یا ګوتی څلے کهٔ څرګند شی هم خیر دے؟ لېکن دا اجازت پهٔ مجبوریٔ ورکړې شوے دے ۔ دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ښځه سړے دې یو بل ته نېغ نېغ ګوری اؤ دَ یو بل ننداره دې کوی ۔ شاید چې دَ دې ټوکړې نه مخکښې دَ سترګو ټیټو ساتلو حکم شوے دے چې کهٔ پهٔ مجبوریٔ ځنې اندامونه څرګند شی هم دَ هغې ننداره کؤل جائز نهٔ دی ۔ دَ څرګندېدو دَ اجازت مطلب دا نهٔ دے چې کتل هم ورته جائز دی۔
پهٔ سړیو خو دَ پړدې پابندی نشته بیا هم ښځو ته حکم ورکړې شوے دے چې تاسو ورته مهٔ ګوریٔ ، نظر ښکته ساتیٔ ۔ دغه شان کهٔ ښځو ته دَ ځنو اندامونو څرګندؤلو اجازت ورکړې شوے دے نو سړیو ته دَ نظر ټیټ ساتلو حکم دے چې تاسو ورته مهٔ ګوریٔ ۔ پهٔ دې آیت کښې دَ سترګو مسئله بیان شوے ده چې ښځې ته پهٔ خپل کور کښې دننه دی کهٔ بهر دَ چا پهٔ مخکښې دَ بدن څهٔ حصه ښکاره کؤل جائز نهٔ دی ۔ باقی پاتې شوه دَ عامې پړدې مسئله اؤ دا خبره چې شریعت ښځو ته پهٔ کوم حالت کښې اؤ تر کومه حده دَ کور نه بهر ته دَ وتو اجازت ورکړے دے ۔ دَ هغې بیان دلته نشته ، هغه به انشاء الله پهٔ سورتِ احزاب کښې راشی ۔ اؤ مونږ چې ورکښې دلته دا شرط زیات کړے دے (چې کهٔ دَ فساد خطره نهٔ وی) دا دَ نورو دلیلونو اؤ شرعی قاعدو نه اخستے شوے دے ۔
ف۴۸: دَ بدن پهٔ پیدائشی ښائست کښې دَ ټولو نه څرګند اؤ دلکش څیز دَ ښځې سینه ده ۔ نو دَ هغې دَ پټؤلو ېٔ خاص تاکید کړے دے اؤ دَ جاهلیت دَ زمانې خراب رواج ختمؤلو چل ېٔ ښیٔلے دے ۔ دَ اسلام نه مخکښې دَ عربو ښځو دا طریقه وه چې پړونې به ېٔ پهٔ سر واچؤلو اؤ دواړه پلونه به ېٔ شا ته واړؤل نو مخ اؤ سینه به ېٔ ټول څرګند وو ۔ پهٔ دې طریقه به ېٔ دَ خپل ښائست نمائش کؤلو ۔ قرآن کریم ورته چل وښیٔلو چې پړونې پهٔ سر کړیٔ نو داسې ېٔ دَ ځان نه راتاؤ کړیٔ چې سینه پټه کړی ۔ پهٔ دې طریقه سټ ، سینه اؤ غوږونه ټول پټ شی ۔ (چې دَ غوږو کالے هم نهٔ ښکاری)
ف۴۹: دَ ترهٔ اؤ دَ ماما هم دغه حکم دے ۔ پهٔ دې کسانو کښې هم دَ مرتبې فرق شته دے ۔ کوم زینت چې دَ خپل خاوند مخکښې څرګندؤلې شی هغه دَ بل هېچا مخکښې نهٔ شی څرګندؤلې ۔ دَ ښائست څرګندؤلو هم درجې دی ۔ دَ دې پوره تفصیل دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې وګوریٔ ۔ دلته مونږ تش دومره ښیٔل غواړو چې دَ ستر پهٔ کوشش کؤلو کښې هم درجې دی ۔ څومره سخت ستر چې دَ ناشنا خلقو نه پکار دے دومره سخت دَ محارمونه نهٔ دے پکار ۔ دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ګنی پهٔ محارمو کښې دَ هر یو کس مخکښې هر اندام ښکاره کؤلے شی ۔ پهٔ محارمو کښې هم دَ سترګو پهٔ لحاظ ډېر فرق دے ۔
ف۵۰: یعنی کومې پردیٔ ښځې چې تاسو سره کښېنی پاڅی اؤ تلهٔ راتلهٔ ېٔ وی خو چې نیک چلنه وی ۔ دَ ډېرو مشرانو دا خیال دے چې دې نه صرف مسلمانانې ښځې مراد دی ۔ دَ غیر مسلمو ښځو نه لکه دَ پردو سړیو ستر پکار دے۔
ف۵۱: یعنی خپلې ملکیت ښځې ۔ اؤ دَ ځنو مشرانو عالمانو پهٔ خیال دَ ملکیت غلام هم دا حکم دے ۔ خو دَ اکثرو خیال دا دے چې دَ غلام دا حکم نهٔ دے۔
ف۵۲: یعنی داسې غریبان خدمتګار چې دَ خپل کار سره ېٔ کار وی ، پهٔ خپل خدمت کښې داسې مشغول وی چې نورو خبرو ته وزګار نهٔ وی ۔ یا هغه لېونے اؤ کم عقل چې بالکل بې فکره وی۔
ف۵۳: هغه واړهٔ نابالغه هلکان چې پهٔ جنسی جذباتو اؤ ښځو سره خاصو تعلقاتو باندې نهٔ پوهیږی۔
ف۵۴: یعنی داسې نهٔ دی پکار چې دَ کالی پهٔ آواز دَ سړی زړهٔ ځان ته راکاږی۔ ډېره ځله دَ ګونګرو آواز دَ بنده دَ شکل لیدو نه زیات جذبات راپورته کوی۔
ف۵۵: یعنی دَ اسلام نه مخکښې چې دَ چا نه څهٔ قصور شوے دے دَ هغې نه دې توبه وباسی ۔ اؤ اوس دې هر سړے اؤ ښځه دَ الله نه ویره وکړی اؤ خپل ټول چال چلن اؤ ناستی پاستی دې دَ شریعت دَ قانون ماتحت کړی اؤ پرهېزګاری دې غوره کړی پهٔ دې کښې ېٔ خیر دے۔
وَ اَنْكِحُوا الْاَیَامٰی مِنْكُمْ وَ الصّٰلِحِیْنَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَ اِمَآىِٕكُمْ١ؕ اِنْ یَّكُوْنُوْا فُقَرَآءَ یُغْنِهِمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ۳۲
ترجمه: اؤ پهٔ نکاح اخلیٔ کونډې ښځې پهٔ خپلو کښې ف۵۶ اؤ ستاسو کوم غلامان اؤ وینځې چې نیکان وی ۔ ف۵۷ کهٔ دوی فقیران وی نو الله به ېٔ پهٔ خپل فضل غنیان کړی ، ف۵۸ اؤ الله فراخی ورکؤنکے پهٔ هر څهٔ خبر دے ۔ ف۵۹
ف۵۶: مخکښې دَ اجازت اخستو ، نظر ټیټ ساتلو اؤ ستر کؤلو احکام بیان شو چې دَ بدکاریٔ اؤ بې حیاییٔ بندیز وشی ۔ پهٔ دې آیت کښې دا حکم دے چې دَ کومو ښځو نکاح نهٔ وی شوے یا شوی وی خو کونډې شوے وی اؤ دَ نکاح قابلې وی نو پهٔ مناسب موقع دَ هغو نکاح کویٔ ۔ حدیث شریف دے۔ ”اے علی پهٔ درے کارونو کښې سستی مهٔ کوه ۔ کله چې دَ فرض نمونځ وخت شی ، کله چې جنازه حاضره شی ، اؤ کله چې کونډې ښځې ته مناسب خاوند پیدا شی۔“ کوم خلق چې دَ کونډې ښځې دویٔمه نکاح ښهٔ نهٔ ګڼی پوهه شیٔ چې دَ هغوی ایمان مضبوط نهٔ دے۔
ف۵۷: یعنی کهٔ پهٔ دې پوهېږیٔ چې دا وینځه یا غلام دَ وادهٔ قابل دی اؤ دَ وادهٔ پهٔ وجه به ستاسو پهٔ خدمت کښې نقصان نهٔ راولی نو هغوی هم وادهٔ کویٔ۔
ف۵۸: ځنې خلق پهٔ دې وجه دَ وادهٔ نه ځان بچ کوی چې دَ بال بچ دَ روزیٔ غم ورته ګران ښکاری چې پوره به ېٔ نهٔ کړې شی ۔ دې آیت کښې هغو ته تسلّی ورکړې شوے ده چې روزی رسان الله تعالیٰ دے۔ دَ ستاسو دَ بال بچ دپاره به دَ روزیٔ اسباب الله تعالیٰ پیدا کړی ۔ تاسو ېٔ دا غم مهٔ کویٔ ۔ څوک څهٔ خبر دی؟ کهٔ دَ هغو دَ نصیبه پهٔ تاسو هم فراخی راشی ۔ دَ هر چا خپل قسمت دے ۔ نهٔ بې وادهٔ وسېدل دَ فراخیٔ سبب دے اؤ نهٔ پهٔ نکاح کؤلو پهٔ چا غریبی یا تنګدستی راځی ۔ دا دَ الله تعالیٰ کار دے چې پهٔ چا فراخی راولی اؤ پهٔ چا تنګسیا ۔ لکه بل ځائې کښې ارشاد دے:
وَ اِنْ خِفْتُمْ عَیْلَةً فَسَوْفَ یُغْنِیْکُمُ اللهُ مِنْ فَضْلِهٖ اِنْ شَآءَ ؕ (سورت توبه ، رکوع ۴)
(اؤ کهٔ تاسو دَ تنګسیا نه ویرېږیٔ نو الله تعالیٰ به مو پهٔ خپل فضل غنیان کړی کهٔ اراده ېٔ وشی)
ظاهری اسباب خو ېٔ دا دی چې دَ وادهٔ اؤ بال بچ ، کور بار خاوند کېدو نه پس بنده ذمه داری محسوسه کړی ۔ اؤ پهٔ محنت مزدوریٔ کښې ډېر کوشش شروع کړی اؤ الله پاک ورکښې دَ هغه معصومانو دَ مخه برکت واچوی ۔ کله کله اولاد اؤ ښځه هم ورسره پهٔ کار کسب کښې ملګرتیا وکړی ۔ نو آمدن زیات شی اؤ رزق فراخ شی ۔ تنګسیا یا فراخی بې وادهٔ هم راتلې شی اؤ دَ وادهٔ سره هم ۔ بهرحال وادهٔ دَ تنګسیا سبب نهٔ دے اؤ پهٔ دې خیال وادهٔ نهٔ کؤل غلطی ده۔
ف۵۹: الله تعالیٰ دَ هر چا پهٔ حال ښهٔ خبر دے ، چا سره چې مناسب وګڼی فراخی پرې راولی ۔
وَ لْیَسْتَعْفِفِ الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ نِكَاحًا حَتّٰی یُغْنِیَهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ١ؕ وَ الَّذِیْنَ یَبْتَغُوْنَ الْكِتٰبَ مِمَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوْهُمْ اِنْ عَلِمْتُمْ فِیْهِمْ خَیْرًا١ۖۗ وَّ اٰتُوْهُمْ مِّنْ مَّالِ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اٰتٰىكُمْ١ؕ وَ لَا تُكْرِهُوْا فَتَیٰتِكُمْ عَلَی الْبِغَآءِ اِنْ اَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوْا عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا١ؕ وَ مَنْ یُّكْرِهْهُّنَّ فَاِنَّ اللّٰهَ مِنْۢ بَعْدِ اِكْرَاهِهِنَّ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۳۳
ترجمه: اؤ خپل ځان دې پاک ساتی هغه کسان چې نهٔ مومی دَ نکاح اسباب ، تر دې چې طاقت ورکړی ورته الله پهٔ خپل فضل ، ف۶۰ اؤ څوک چې غواړی دَ آزادیٔ لیک دَ مال پهٔ بدل کښې دَ هغه چا نه چې ستاسو دَ لاس مال وی ، نو لیکلی ورکړیٔ ۔ کهٔ تاسو ته پهٔ کښې خیر ښکاری ، ف۶۱ اؤ ورکړیٔ دوی ته دَ الله دَ مال نه چې تاسو ته ېٔ درکړے ، ف۶۲ اؤ مهٔ مجبورویٔ خپلې ځوانې وینځې پهٔ بدکاریٔ ۔ کهٔ هغوی ترې بچ کېدل غواړی ، پهٔ دې غرض چې تاسو پرې دَ دنیا دَ ژوند څهٔ سامان وګټیٔ ، ف۶۳ اؤ څوک چې پرې زبردستی کوی ، نو الله دَ هغوی دَ دې مجبوریٔ نه پس بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۶۴
ف۶۰: یعنی فی الحال کهٔ دَ چا دومره طاقت هم نه وی چې نکاح وکړې شی ۔ نو صبر دې وکړی اؤ خپل ځان دې قابو کښې وساتی ۔ پاک دې وسی چې کله الله پاک دَ نکاح توفیق وکړی نو نکاح دې وکړی اؤ ډېره ممکنه ده چې دَ پرهېزګاریٔ اؤ پاکیٔ دَ برکته ېٔ الله تعالیٰ غنی کړی اؤ دَ نکاح انتظام ېٔ پهٔ بهتر ځائې کښې وشی ۔
ف۶۱: یعنی کهٔ یو غلام یا وینځه چا ته ووائی چې کهٔ زهٔ درته پهٔ دومره موده کښې دومره مال وګټم اؤ درکړم نو ما به آزادوے نو مالک ته پکار دی چې وعده ورسره وکړی اؤ کهٔ هغه دَ زیاتی احتیاط دپاره ترېنه لیکلی وغواړی نو چې لیکلی ورکړی (دا هم دَ وینځې غلام دَ آزادؤلو یو طریقه ده چې مکاتبه ورته وائی) خو دا قبلؤل هغه وخت پکار دی چې مالک پوهیږی چې دَ آزادیٔ نه پس به دوی غلا ، یا بدکاری یا بدمعاشی نهٔ کوی ۔ پهٔ ښهٔ طریقه دَ امن ژوند به تېروی نو مالک ته پکار دی چې هغو ته دَ خپل ژوند ښهٔ کؤلو موقع ورکړی اؤ آزاد ېٔ کړی ۔ کهٔ هغوی پهٔ خپل اختیار چرته وادهٔ کؤل غواړی چې وادهٔ وکړی اؤ پهٔ آرام ژوند تېر کړی ۔
ف۶۲: اؤ بیا مالدارو مسلمانانو ته حکم دے چې داسې غلام سره چې دَ مالک نه ېٔ دَ آزادیٔ وعده اخستې وی ۔ مالی امداد کویٔ چې ځان ژر آزاد کړې شی ، اؤ مالک ته خپل مال ژر پوره کړی ۔ دا امداد دَ زکوٰة دَ مال نه وی کهٔ دَ عام صدقې یا خیرات دَ مال نه ۔ اؤ کهٔ مالک پهٔ هغه مقرر کړی مال کښې ورته څهٔ حصه معاف کړی نو دا هم ډېر ښهٔ کار دے ۔
تنبیه: دَ زکوٰة پهٔ مدونو کښې چې ”وَ فِی الرِّقَابِ“ کوم مد یٔښې شوے دے هغه دَ دغه قسم غلامانو آزادؤلو دپاره یو فنډ دے ۔ دَ خلفائے راشدینو پهٔ زمانه کښې به دَ سرکاری خزانې (بیت المال) نه دَ داسې غلامانو سره ډېر امداد کؤلے شو ۔
ف۶۳: دَ اسلام نه مخکښې به اکثرو مالکانو پهٔ خپلو وینځو پیسې اخستے اؤ بدکاری به ېٔ پرې کؤله ۔ دَ منافقانو سردار عبدالله بن ابیٔ ډېرې وینځې دَ دې کسب دپاره ساتلے وې ۔ پهٔ هغه وینځو کښې بیا ډېرې مسلمانې شوې ۔ نو هغو دَ بدکاریٔ نه انکار وکړو ۔ پهٔ دې به هغې ظالم ډېرې وهلې اؤ پهٔ بدکاریٔ به ېٔ مجبورؤلے ۔ دا آیتونه دَ هغې وینځو پهٔ حق کښې نازل شوی دی ۔ اؤ ”اِنْ اَرَدْنَ تَحَصُّنًا“ اؤ ”لِتَبْتَغُوْا عَرَضَ الْحَیٰوۃِ الدُّنْیَا“ قیدونه دَ هغو دَ مجبوریٔ ښکاره کؤلو دَ دهٔ دَ ظلم څرګندؤلو دپاره زیات شوی دی ۔ ګنی نو پهٔ وینځو دَ بدکاریٔ کسب کؤل پهٔ هر حال ګناه اؤ حرام دی ۔ کهٔ دَ هغوی پهٔ خوښه وی اؤ کهٔ پهٔ زور ۔ البته کهٔ دَ هغو خوښه نهٔ وی اؤ مالک ېٔ دَ څو پیسو دپاره پهٔ زور پرې بدکاری کوی نو دا ېٔ زیاتی ظلم دے ۔
ف۶۴: یعنی زنا داسې خراب شے دے چې دَ زبردستیٔ نه پس هم ناکاره کار دے ۔ خو الله خالص پهٔ خپل فضل اؤ رحم دَ مجبور اؤ مظلوم توبه قبلوی اؤ ګناه ورته معاف کوی ۔ اؤ زیاتی کؤنکی ظالم ته دَ هغې پهٔ بدله کښې سخته سزا ورکوی ۔
وَ لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ وَّ مَثَلًا مِّنَ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَ مَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ۠۳۴
ترجمه: اؤ مونږ را واستؤل تاسو ته آیتونه واضح ، اؤ څهٔ حال دَ هغه قومونو چې تېر شوی دی ستاسو نه مخکښې ، اؤ نصیحت دَ پرهېزګارو دپاره ۔ ف۵۵
ف۵۵: یعنی پهٔ قرآن کریم کښې نصیحتونه ، احکام اؤ دَ تېرو قومونو حالات دې دپاره بیان شوی دی چې تاسو ترېنه عبرت واخلیٔ اؤ پهٔ خپل انجام غور وکړیٔ ۔ یا ”مَثَلًا مِّنَ الَّذِیْنَ خَلَوْا“ نه دا مطلب دے چې دغه شان حدود اؤ احکام پهٔ تېرو قومونو هم نازل شوی وو یا دغه شان دَ دروغو دَ تهمتونو واقعې پهٔ مخکښې قومونو کښې هم تېرې شوی دی ۔ نو لکه څنګه چې الله تعالیٰ دَ بی بی مریم اؤ حضرت یوسفؑ دَ بهتان نه پاکوالې څرګند کړے وهٔ ۔ دغه شان دَ حضرت عائشې صدیقېؓ پاکوالې هم څرګند کړو اؤ دَ دروغژنو مخ تور شو۔
اَللّٰهُ نُوْرُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ مَثَلُ نُوْرِهٖ كَمِشْكٰوةٍ فِیْهَا مِصْبَاحٌ١ؕ اَلْمِصْبَاحُ فِیْ زُجَاجَةٍ١ؕ اَلزُّجَاجَةُ كَاَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّیٌّ یُّوْقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُّبٰرَكَةٍ زَیْتُوْنَةٍ لَّا شَرْقِیَّةٍ وَّ لَا غَرْبِیَّةٍ١ۙ یَّكَادُ زَیْتُهَا یُضِیْٓءُ وَ لَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ١ؕ نُوْرٌ عَلٰی نُوْرٍ١ؕ یَهْدِی اللّٰهُ لِنُوْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ١ؕ وَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌۙ۳۵
ترجمه: الله رڼا ده دَ آسمانونو اؤ زمکې، ف۵۶ مثال دَ دې رڼا داسې دے لکه یو تاخ چې پکښې ډیوه وی ۔ دا ډیوه پهٔ یوه شیشه کښې وی ، دا شیشه داسې لکه یو پړقېدونکے ستورے ۔ تیل سوزی پهٔ دې کښې دَ مبارکې ونې زیتون چې نهٔ مشرق کښې ده اؤ نهٔ پهٔ مغرب کښې ، تر دې ده چې دَ دې تیل رڼا وکړی ، اګرچې نهٔ وی رسېدلے ورته اور ۔ رڼا دَ رڼا دپاسه الله لار ښئی دَ خپلې رڼا چا ته چې ېٔ خوښه وی ، اؤ الله بیانوی خلقو ته مثالونه ۔ اؤ الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ ف۵۷
ف۵۶: یعنی دَ آسمانونو اؤ زمکې رونق دَ الله تعالیٰ دَ طرفه دے ۔ کهٔ دَ الله تعالیٰ حکم نهٔ وې نو دا هر څهٔ به وران ویجاړ پراتهٔ وو ۔ ټول مخلوق ته دَ وجود نور دَ هغهٔ دَ نور نه حاصل شوے دے ۔ پهٔ نمر ، سپوږمۍ ، ستوریو ، فرښتو ، نبیانو اؤ ولیانو کښې چې څهٔ ظاهری اؤ باطنی نور دے دا ټول دَ الله دَ نور نه حاصل شوے دے ۔ دَ هدایت اؤ معرفت څهٔ رڼا چې چا ته رسی دَ ټول معکز هم هغه یو نور دے ۔ دَ ښائست اؤ کمال څړیکه کهٔ چرته ښکاری ټول دَ هغه یو ذات دَ ښائست اؤ کمال سیورے دے اؤ دَ هغه یو ذات برکت دے۔ سیرة ابن اسحٰق کښې لیکلی دی چې هر کله پهٔ طائف کښې خلقو رسول کریمﷺ تنګ کړو نو دا دعا دَ هغوی پهٔ ژبه وه:
”اَعُوْذُ بِنُوْرِ وَجْھِكَ الَذِیْ اَشْرَقَتْ لَہُ الظُّلُمَاتُ وَصَلُحَ عَلَیْہِ اَمْرُ الدُّنْیَا وَالآخِرَةِ اَنْ یَحِلَّ بِیْ غَضَبُكَ اَوْ یَنْزِلَ بِیْ سَخَطُكَ لَكَ الْعُتْبٰی حَتّٰی تَرْضٰی وَلَا حَوْلَا وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللہِ ؕ “
رسول اکرمﷺ به دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې خپل رب نه داسې دعا غوښته ۔ ”اَللّٰهُمَّ اَنْتَ نُوْرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ “ دغه شان به ېٔ هر هر اندام ته نور غوښتو ۔ تر دې چې اخر کښې به ېٔ وې ”وَاجْعَلْ لِّیْ نُوْرًا“ یا ” وَ اَعْظِمْ لِیْ نُوْرًا “ یعنی تهٔ زما ټول بدن نور کړې اؤ دا نور ډېر زیات کړې اؤ یو حدیث دے ۔ ”اِنَّ للهَ خَلَقَ خَلْقَهٗ فِیْ ظُلْمَةٍ ثُمَّ اَلْقٰی عَلَیْهِمْ مِنْ نُوْرِهٖ فَمَنْ اَصَابَهٗ مِنْ نُوْرِهٖ یَوْمَئِذٍ نِ هْتَدٰی وَ مَنْ اَخْطَأهٗ ضَلَّ “ فتح الباری ، ص ۴۳۰ ج ۶) یعنی الله تعالیٰ چې خپل مخلوق پیدا کړو نو پهٔ تیارهٔ کښې وو هغهٔ ورباندې دَ خپل نور نه رڼا واچؤله نو پهٔ چا چې پهٔ دغه ورځ دا رڼا پرېوته هغه پهٔ سمه لار روان شو ۔ اؤ څوک چې دَ دې رڼا نه خطا شو هغه ګمراه شو۔
یاد لریٔ څنګه چې دَ الله تعالیٰ دَ نورو صفاتو لیدو ، اورېدو وغېره کیفیت نهٔ شی بیانېدے دغه شان دَ الله دَ نور کیفیت هم دَ عامې رڼا اؤ عام نور پهٔ شان نهٔ دے کوم چې مونږ وینو ۔ دَ پوره تفصیل دپاره دَ امام غزالیؒ کتاب ”مشکوٰة الانوار“ کتل پکار دی ۔
ف۵۷: یعنی هسې خو دَ الله تعالیٰ نور ټول مخلوق ته رسېدلے دے خو سوچه مسلمانانو ته چې کومه خاصه برخه ورکړې شوے ده ۔ دَ هغې مثال داسې دے لکه دَ پرهېزګار مسلمان زړهٔ یو تاخ وی چې پهٔ هغې کښې یوه صفا سپینه شیشه پرته وی ۔ پهٔ دې شیشه کښې یوه ډیوه بله وی ۔ دا ډیوه دَ مبارکو ښوانهٔ دَ تیلو نه ډکه وی ۔ دا تیل دَ ښوانهٔ دَ داسې ونې دی چې پهٔ صفا آزاد میدان ولاړه وی نهٔ ورباندې دَ قبلې دَ مخې دَ څهٔ شی سیورے پرېوځی نهٔ دَ نمرخاتهٔ دَ مخې ، هر وخت ورباندې نمر وی ۔ پهٔ تجربه ثابته شوی ده چې دَ داسې ونې تېل ډېر صفا ستره وی ۔ مطلب دا چې هغه تیل داسې صفا اؤ چمکدار وی چې داسې ښکاری چې بې تیلی ور وړو پخپله بل شی ۔ یعنی دَ مسلمان زړهٔ داسې صفا ستره وی چې خپله پکښې دَ هدایت صلاحیت موجود وی ۔ نو داسې صفا زړهٔ ته چې دَ وحې رڼا ور ورسی نو سمدستی روښانه شی اؤ دَ هدایت پهٔ لار بې تکلیفه روان شی ۔ دَ دغې تعبیر پهٔ ”نُوْرٌ عَلٰی نُوْر“ سره شوے دے۔
باقی دا ټول دَ الله تعالیٰ پهٔ اختیار کښې دی اؤ هغه ښهٔ خبر دے چې څوک دَ دې رڼا رسؤلو قابل دے اؤ څوک نهٔ دے ۔ دا عجیبه مثالونه هم دې دپاره بیانیږی چې دَ استعداد خاوندان ترېنه دَ هدایت رڼا حاصله کړی ۔ الله تعالیٰ دَ مثال بیانؤلو پهٔ چل اؤ دَ هغې پهٔ مناسب موقع دَ هر چا نه ښهٔ پوهیږی ۔ دَ بل چا دا قدرت چرته دے چې پهٔ داسې عجیبه طریقه اؤ داسې مناسب مثالونه ورکړې شی ۔ مخکښې فرمائی چې دغه رڼا دَ هغه جماتونو نه حاصلیږی چې سحر نماښام پکښې دَ الله نوم یادؤلے شی۔
تنبیه: (علامه عثمانیؒ فرمائی) دَ دې رڼا پهٔ تفسیر کښې مفسرانو مختلف قسمه تشریح کړے ده ۔ ما ته دغه طریقه مناسبه ښکارېده ۔ حضرت شاه صاحب هم پهٔ موضح القرآن کښې ډېره مزیداره تشریح کړے ده ۔ خو دَ هر چا دَ خوښې خپل انداز دے ۔ یاد لریٔ پهٔ یُوْقَدْ اؤ لَمْ یَمْسَسْهُ نَارٌ کښې چې کوم نار ته اشاره ده ما پهٔ مشبھ کښې دَ هغې پهٔ ځائې وحې یٔښې ده ۔ دا دَ شاه صاحب دَ هغې فائدې نه اخستے شوے ده کومه چې هغوی دَ آیت ”مَثَلُهُمْ کَمَثَلِ الَّذِی اسْتَوْقَدَ نَارًا“ پهٔ ضمن کښې لیکلے ده اؤ دَ دې تائید دَ صحیحینو دَ حدیث شریف نه هم کیږی چې حضورﷺ فرمائیلی دی: ”اِنَّمَا مَثَلِیْ وَ مَثَلُ النَّاسِ کَرَجُلِ نِ اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا اَضَاءَتْ مَاحَوْلَهٗ جَعَلَ الْفِرَاشَ وَ هٰذِهِ الدَّوَابُّ الَّتِیْ یَقَعْنَ فِیْهَا “ الخ
فِیْ بُیُوْتٍ اَذِنَ اللّٰهُ اَنْ تُرْفَعَ وَ یُذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ١ۙ یُسَبِّحُ لَهٗ فِیْهَا بِالْغُدُوِّ وَ الْاٰصَالِۙ۳۶
ترجمه: پهٔ هغه کورونو کښې چې حکم کړے الله دَ هغې دَ وچتؤلو ، ف۵۸ اؤ پهٔ هغې کښې دَ خپل نوم یادؤلو ، ف۵۹ تسبیح وائی پهٔ دغه کورونو کښې سحر اؤ نماښام ۔ ف۶۰
ف۵۸: دَ جماتونو دَ عزت کؤلو اؤ پاک ساتلو حکم شوے دے چې دَ هر قسم ګنده څیزونو ، خبرو اؤ کارونو نه پاک وساتلی شی چې صرف دَ الله نوم پکښې یادؤلے شی ۔ دَ دنیا هېڅ کار جمات کښې کؤل جائز نهٔ دی ۔ دَ جمات یو عزت دا هم دے چې بنده ورننوځی نو دوه رکعته نفل تحیة المسجد وکړی ۔
ف۵۹: پهٔ دې کښې تسبیح ، تهلیل ، تلاوت اؤ هر قسم ذکر راغلو ۔
ف۶۰: دَ سحر اؤ نماښام نه مطلب دا دے چې پهٔ ټولو مناسب وختونو کښې الله یادوی ۔ پهٔ محاوره کښې داسې الفاظ احاطې دپاره راځی ۔ یعنی هر وخت خو مونږ ورکښې دَ مناسب وختونو قید ځکه ولګؤلو چې ځنو وختونو کښې لکه دَ نمر ختو یا پرېوتو اؤ عین غرمه کښې نمونځ مکروه دے ۔ ځنو مفسرانو دَ ”غُدوّ“ نه دَ سحر نمونځ مراد کړے دے اؤ پهٔ ”آصال“ کښې باقی څلور نمونځونه راځی ۔ ځکه چې ”اصیل“ دَ نمر دَ زوال نه تر سبا سحره پورې ټول وخت ته وئیلی شی ۔
رِجَالٌ١ۙ لَّا تُلْهِیْهِمْ تِجَارَةٌ وَّ لَا بَیْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَ اِقَامِ الصَّلٰوةِ وَ اِیْتَآءِ الزَّكٰوةِ١۪ۙ یَخَافُوْنَ یَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِیْهِ الْقُلُوْبُ وَ الْاَبْصَارُۗۙ۳۷
ترجمه: داسې سړی چې نهٔ غافل کوی دوی سوداګری ، اؤ نهٔ اخستل خرڅؤل دَ الله دَ یادو نه اؤ دَ نمونځ قائم ساتلو نه اؤ دَ زکوٰة ورکؤلو نه ۔ ف۶۱ دوی ویریږی دَ هغه ورځې نه چې اپوټه به شی پکښې زړونه اؤ سترګې ۔ ف۶۲
ف۶۱: یعنی دَ دنیا دَ ژوند کاروبار هغوی دَ الله دَ یادو نه نهٔ غافل کوی ۔ غټ تجارت وی اؤ کهٔ معمولی سود سودا هېڅ شے ېٔ دَ الله دَ یادو نه غافل کؤلے نهٔ شی ۔ دَ پخو مسلمانانو ، اصحاب کرامو هم دغه حالت وهٔ ۔
ف۶۲: یعنی پهٔ دغه ورځ به زړهٔ پهٔ هغه خبرو پوهه شی پهٔ کومو چې نهٔ پوهېدو ۔ اؤ سترګې به هغه هیبتناک واقعات ووینی کوم چې ېٔ چرې نهٔ وو لیدلی ۔ پهٔ زړهٔ کښې به کله دَ خلاصی طمع پیدا شی اؤ کله به دَ تباهیٔ نه ویریږی اؤ سترګې به هم کله یو طرف ته ګوری کله بل طرف ته چې دَ کومې غاړې به راګیریږو ۔ یا اعمالنامه به دَ کوم طرفه راکؤلے شی ۔ پهٔ ښی لاس کهٔ دَ شا مخ کهٔ پهٔ ګس لاس؟
لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَ یَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ یَرْزُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ۳۸
ترجمه: چې بدله ورکړی ورته الله دَ ښو کارونو اؤ څهٔ زیاتی ورکړی پهٔ خپل فضل ف۶۳ اؤ الله روزی ورکوی چا له چې وغواړی بې حسابه ۔ ف۶۴
ف۶۳: یعنی دَ ښو کارونو چې کومه ښهٔ بدله مقرره ده هغه خو به خود ورکؤلے شی چې الله تعالیٰ به پهٔ خپل فضل څهٔ زیاتی هم ورکړی ۔ دا زیاتی به څومره وی ۔ دَ دې څهٔ اندازه مقرر نهٔ ده ۔ دا دَ هر چا پهٔ اخلاص اؤ ښهٔ نیت پورې ده۔
ف۶۴: یعنی دَ هغهٔ سره دَ هېڅ شی کمے نشته ۔ نو کهٔ جنتیانو ته بې حسابه نعمتونه ورکړی نو هغهٔ ته څهٔ ګرانه ده؟
وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍۭ بِقِیْعَةٍ یَّحْسَبُهُ الظَّمْاٰنُ مَآءً١ؕ حَتّٰۤی اِذَا جَآءَهٗ لَمْ یَجِدْهُ شَیْـًٔا وَّ وَجَدَ اللّٰهَ عِنْدَهٗ فَوَفّٰىهُ حِسَابَهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِۙ۳۹
ترجمه: اؤ څوک چې منکر دی دَ هغوی کارونه داسې دی لکه دَ ځنګل شګه چې تږې پرې کوی ګومان دَ اوبو تر دې چې کله ور ورسېدو نو هلته هېڅ نهٔ وو ، اؤ وېٔ موندو الله ځان سره ۔ بیا پوره پوره ور ورسؤلو خپل لیک ، اؤ الله ډېر ژر حساب کؤنکے دے ۔ ف۶۵
ف۶۵: کافران پهٔ دوه قسمه دی ۔ یو هغه چې پهٔ خپل خیال اؤ دَ خپلې عقیدې موافق ښهٔ کارونه کوی اؤ دا خیال ېٔ وی چې دا به پهٔ آخرت کښې فائدہ راکوی ۔ اؤ حقیقت دا دے چې دَ کفر پهٔ وجه دَ دوی دا نیک کارونه هم الله ته منظور نهٔ دی نو دَ دې عاجزانو مثال خو داسې دے لکه یو تږی مسافر ته چې پهٔ میره کښې دَ لرې نه اوبهٔ ښکاره شی ۔ دې دَ اوبو پهٔ طمع ور روان وی خو چې نژدے ورشی نو هغه پړقېدونکے نریٔ شګه وی ۔ نو پته ورته ولګی چې دلته اوبهٔ خو نشته البته دَ تندې دَ لاسه راسره مرګ نژدے ولاړ دے ۔ اؤ دَ حساب دپاره دَ الله سره نژدے ولاړ یم چې دَ ټول عمر حساب رانه اخلی ۔ نو دَ دغې پریشانیٔ پهٔ وخت کښې ورسره یکدم الله تعالیٰ حساب صفا کړو ۔ هلته پهٔ حساب څهٔ وخت لګی؟ لاس پهٔ لاس ورته دَ خپل عمل بدله ورکړې شوه ۔
(۲) دویٔم قسم کافر هغه دی چې دَ آخرت فکر ېٔ هډو شته نه ۔ هم دغه دَ دنیا پهٔ مزو کښې ډوب پراتهٔ دی ۔ هغوی خو دَ جهالت پهٔ تیرو کښې داسې غرق وی چې دَ رڼا دومره پړق ورسره هم نشته لکه هغه تږی ته چې دَ ورایه شګه پړقېدلے وه مخکښې دَ هغو مثال بیانیږی چې پهٔ څو څو چنده تیرو کښې پراتهٔ دی۔
اَوْ كَظُلُمٰتٍ فِیْ بَحْرٍ لُّجِّیٍّ یَّغْشٰىهُ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ سَحَابٌ١ؕ ظُلُمٰتٌۢ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ١ؕ اِذَاۤ اَخْرَجَ یَدَهٗ لَمْ یَكَدْ یَرٰىهَا١ؕ وَ مَنْ لَّمْ یَجْعَلِ اللّٰهُ لَهٗ نُوْرًا فَمَا لَهٗ مِنْ نُّوْرٍ۠۴۰
ترجمه: یا تیرے پهٔ دریاب غرق کښې چې راخیژی پهٔ یوه چپه دپاسه بله چپه دپاسه وریځ ، تیرے دی یو دَ بل دپاسه ف۶۶ کله چې خپل لاس را وباسی نهٔ ېٔ شی لیدے ۔ ف۶۷ اؤ چا ته چې الله رڼا ورنهٔ کړه هغهٔ دپاره هېڅ چرته رڼا نشته ۔ ف۶۸
ف۶۶: یعنی یو خو دَ سمندر پهٔ تل کښې خپله تیارهٔ وی ورپاسه پرې څهٔ دَ طوفانی چپو تیارهٔ ده چې پهٔ یو بل ورخیژی ۔ بیا دَ دې ټولو دپاسه تورې وریځې تیارهٔ جوړه کړے ده ۔ دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې کهٔ دَ ستوریو څهٔ رڼا وه هغه ېٔ هم بنده کړے ده ۔
ف۶۷: نو داسې سخته تیارهٔ ده چې بل شے خو خود نهٔ شی لیدې کهٔ خپل لاس سترګو ته پورته کړی ورته ګوری نو خپل لاس هم نهٔ وینی۔
ف۶۸: پهٔ پورتنی آیت کښې چې دَ مؤمنانو دپاره وئیلی شوی وو ”یَهْدِی اللهُ لِنُوْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ“ دا جمله دَ هغې پهٔ مقابله کښې ده ۔ یعنی چا ته چې الله تعالیٰ دَ توفیق نور ورنهٔ کړی هغهٔ ته رڼا کله رسېدے شی؟ دَ دوی استعداد خراب وهٔ ، الله تعالیٰ توفیق ور نهٔ کړو ۔ نو دَ دریاب تل ته ېٔ ځان وغورزؤلو ۔ دَ رڼا ټولې لارې ېٔ پهٔ ځان بندې کړې نو اوس رڼا پهٔ کومه کوڅه ورشی؟
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُسَبِّحُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ الطَّیْرُ صٰٓفّٰتٍ١ؕ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهٗ وَ تَسْبِیْحَهٗ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ۴۱
ترجمه: آیا تهٔ نهٔ وینې چې تسبیح وائی دَ الله څوک چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څوک چې پهٔ زمکه دی اؤ مارغان خورې وزرې ۔ ف۶۹ هر یو پېژندلی دَ خپل عبادت طریقه اؤ خپله تسبیح ، ف۷۰ اؤ الله ته ښهٔ معلوم دی دَ دوی کارونه ۔ ف۷۱
ف۶۹: دَ مارغانو ذکر دلته جدا ځکه وشو چې دَ الوتو پهٔ وخت دا مارغان نهٔ پهٔ آسمان کښې وی نهٔ پهٔ زمکه تر دا مینځه روان وی اؤ دا هم دَ الله تعالیٰ دَ قدرت یو غټه نښانه ده۔
ف۷۰: یعنی الله تعالیٰ چې هر یو څیز ته دَ هغهٔ دَ حال مناسب دَ الله تعالیٰ دَ بندګیٔ اؤ تابعداریٔ کومه طریقه ښیٔلې ده هغه پرې ځان پوهه کړے دے ۔ اؤ پهٔ هغه طریقه دَ خپلې تابعداریٔ اظهار کوی اؤ کوم کار چې ورته حواله شوے دے هغه پهٔ ښهٔ شان پوره کوی ۔ خو افسوس دے چې ډېر بنیادم سره دَ عقله دَ کبر اؤ غفلت پهٔ تیرو کښې ګېر شوی دی اؤ خپل حقیقی مالک ېٔ هېر کړے دے اؤ دَ هغهٔ بندګی پهٔ صحیح طریقه نهٔ کوی ۔
تنبیه: دَ ټول مخلوق دَ تسبیح متعلق یو آیت پهٔ پنځلسمه پاره کښې ربع ته نژدے تېر شوے دے دَ هغې فوائد بیا وګوریٔ ۔ یو حدیث دے چې حضرت نوح علیه السّلام خپلو ځامنو ته دَ یو تسبیح وصیت وکړو اؤ ورته ېٔ وفرمائیل ”اِنَّهَا لَصَلوٰةُ الْخَلْقِ “(دغه تسبیح دَ نور مخلوق نمونځ دے)
ف۷۱: یعنی دَ نور مخلوق پهٔ تسبیح کهٔ تاسو نهٔ پوهېږیٔ ، الله ته هر څهٔ معلوم دی چې څوک څهٔ کوی؟
وَ لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ وَ اِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ۴۲
ترجمه: اؤ هم دَ الله حکومت دے پهٔ آسمانونو اؤ پهٔ زمکه ، اؤ دَ الله طرف ته راګرځېدل دی ۔ ف۷۲
ف۷۲: یعنی څنګه چې دَ الله تعالیٰ علم پهٔ هر څهٔ حاوی دے ۔ دغه شان دَ هغهٔ حکومت هم پهٔ آسمانونو اؤ زمکه ټوله دنیا خور دے اؤ ټول به آخر یوه ورځ دَ هغهٔ مخکښې راغونډیږی ۔ پهٔ مخکښې آیتونو کښې بیا دَ خپل عظیم قدرت اؤ حاکمانه اقتدار کارنامې بیانوی ۔
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُزْجِیْ سَحَابًا ثُمَّ یُؤَلِّفُ بَیْنَهٗ ثُمَّ یَجْعَلُهٗ رُكَامًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ١ۚ وَ یُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ جِبَالٍ فِیْهَا مِنْۢ بَرَدٍ فَیُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَصْرِفُهٗ عَنْ مَّنْ یَّشَآءُ١ؕ یَكَادُ سَنَا بَرْقِهٖ یَذْهَبُ بِالْاَبْصَارِؕ۴۳
ترجمه: آیا تهٔ نه وینې چې الله راشړی وریځې بیا ېٔ راجمع کوی بیا ېٔ یو بل دپاسه قط پهٔ قط ږدی ، بیا تهٔ وینې چې باران را وځی دَ دې ترمینځه ۔ ف۷۳ اؤ الله راکوزوی دَ آسمان نه چې غرونه دی پکښې دَ ږلۍ بیا ېٔ ور اچوی پهٔ چا چې ېٔ خوښه وی ، اؤ واپس کوی ېٔ دَ چا نه چې ېٔ خوښه وی، ف۷۴ نژدے ده چې پړق دَ دې بجلۍ بوځی سترګې، ف۷۵
ف۷۳: یعنی پهٔ اول کښې دَ وریځې واړهٔ واړهٔ غونډاری راپورته شی بیا هغه یو ځائې کیږی ۔ درنه وریځ ترې جوړه شی اؤ دَ یو بل دپاسه پاڼه پهٔ پاڼه کښېښولی شی ۔
ف۷۴: یعنی څنګه چې پهٔ زمکه دَ کاڼیو غرونه دی ، ځنو مشرانو وئیلی دی چې دغه شان پهٔ آسمان کښې دَ ږلیو غرونه دی ۔ مترجم دَ دې قول موافق ترجمه کړے ده ۔ لېکن زیاته مناسب دا ده چې دلته دَ سماء نه وریځ مراد شی ۔ یعنی دَ غرونو پهٔ شان غټو اؤ درنو وریځو نه ږلۍ وروی پهٔ چا چې ېٔ اراده وشی نو ډېرو ته پکښې جانی اؤ مالی نقصان ورسی اؤ ډېر ترېنه بچ پاتی شی ۔ څوک چې الله تعالیٰ بچ کؤل غواړی هغه بچ شی اؤ نورو ته نقصان ورسی ۔
ف۷۵: یعنی دا پړق داسې تیز وی چې سترګې ورته وبریښی اؤ دا خطره وی چې نظر ترې لاړ شی ۔
یُقَلِّبُ اللّٰهُ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ١ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ۴۴
ترجمه: بدلوی الله شپه اؤ ورځ ، ف۷۶ بېشکه پهٔ دې کښې دَ فکر کؤلو موقع ده دَ نظر دَ خاوندانو دپاره ۔ ف۷۷
ف۷۶: یعنی پهٔ شپه پسې ورځ اؤ پهٔ ورځ پسې شپه راتلل هم دَ الله دَ قدرت یوه نخښه ده ۔ کله ورځ اؤ کله شپه ۔ لنډه اؤ ووږده کوی ېٔ اؤ دغه شان موسمونه بدلوی ، کله اوړے کله ژمے دا ټولې دَ الله دَ قدرت نخښې دی ۔
ف۷۷: پکار دی چې دَ قدرت پهٔ دې غټو نخښو بنده غور فکر وکړی عبرت ترې واخلی اؤ دَ هغې حقیقی بادشاه حکم ته غاړه کیږدی دَ چا حکم ته چې دَ دنیا تمام مخلوق غاړه یٔښې ده اؤ دَ چا پهٔ قبضه کښې چې دا ټول کارونه دی ۔
وَ اللّٰهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍ مِّنْ مَّآءٍ١ۚ فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی بَطْنِهٖ١ۚ وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی رِجْلَیْنِ١ۚ وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰۤی اَرْبَعٍ١ؕ یَخْلُقُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۴۵
ترجمه: اؤ الله جوړ کړے هر ګرزېدونکے شے دَ اوبو نه ، ف۷۸ بیا دوی کښې ځنی ګرځی پهٔ ګېډه ۔ ف۷۹ اؤ ځنی ګرځی پهٔ دوی کښې پهٔ دوؤ ښپو ۔ ف۸۰ اؤ دوی کښې ځنی ګرځی پهٔ څلورو ښپو، ف۸۱ جوړوی الله څهٔ چې ېٔ خوښه وی ، بېشکه الله پهٔ هر څهٔ قادر دے ۔ ف۸۲
ف۷۸: دَ دې دپاره دَ وولسمې پارې (۱۷) سوره الآنبیاء آیت ”وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ“ فوائد کتل پکار دی ۔
ف۷۸: لکه مار اؤ مهے ۔
ف۸۰: لکه بنیادم اؤ مارغان ۔
ف۸۱: لکه غوا مېښې ۔
ف۸۲: اؤ کهٔ ځنی څیز ته دَ څلورو نه زیاتې ښپې ورکړی هم څهٔ مشکله نهٔ ده ۔ دَ الله تعالیٰ دَ قدرتونو اؤ دَ هغهٔ دَ طاقت څهٔ حد نشته هر څهٔ کؤلے شی ۔
لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ١ؕ وَ اللّٰهُ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۴۶
ترجمه: اؤ مونږ نازل کړی دی آیتونه صفا صفا ښیونکی ، اؤ الله روانوی چا ته چې ېٔ اراده وشی پهٔ سمه لار ۔ ف۸۳
ف۸۳: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ قدرتونو نخښې خو داسې صفا صفا اؤ واضحې دی چې پکار دا ده چې دَ دې پهٔ لیدو اؤ اورېدو یو بنیادم هم دَ سمې لارې نه خطا شوے نهٔ دے لېکن پهٔ سمه لار صرف هغه څوک روانېدے شی چا ته چې الله تعالیٰ توفیق ورکړی ۔ ګنی پهٔ کروړونو خلق دا صفا نخښې وینی اؤ سره دَ دې پهٔ غلطو سر وی ۔ سمې لارې ته نهٔ راوړی ۔
وَ یَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَ بِالرَّسُوْلِ وَ اَطَعْنَا ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ١ؕ وَ مَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ۴۷
ترجمه: اؤ خلق وائی مونږ ومنلو الله اؤ رسول ، اؤ حکم مو ومنلو ۔ بیا واؤړی یوه ډله پهٔ دوی کښې دَ دې نه پس ، اؤ دا خلق نهٔ دی منونکی ۔ ف۸۴
ف۸۴: دا دَ منافقانو حال دے ۔ چې پهٔ خلهٔ به ېٔ دَ ایمان اؤ اطاعت دعویٰ کؤله اؤ چې وخت به دَ عمل راغلو نو بیا به پکښې نهٔ وو ۔ حقیقت دا دے چې دَ هغو پهٔ زړونو کښې ایمان هډو دَ سره وهٔ نه ۔ هسې پهٔ خلهٔ به ېٔ دعویٰ کؤله ۔ نو دَ سختې پهٔ وخت کښې به ېٔ حال څرګند شو ۔
وَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مُّعْرِضُوْنَ۴۸
ترجمه: اؤ کله چې وبللې شی دا خلق الله اؤ رسول طرف ته چې دَ دوی ترمینځه فیصله وکړی ، نو ناڅاپه یو فرقه پهٔ دوی کښې مخ واړوی ۔
وَ اِنْ یَّكُنْ لَّهُمُ الْحَقُّ یَاْتُوْۤا اِلَیْهِ مُذْعِنِیْنَؕ۴۹
ترجمه: اؤ کهٔ دوی ته څهٔ برخه ور رسی نو راځی پهٔ منډه منډه فرمانبردار، ف۸۵
ف۸۵: یعنی کهٔ دَ یو منافق به دَ چا سره پهٔ څهٔ خبره مقدمه وه اؤ بلې ډلې به ورته ووې چې راځیٔ چې پهٔ رسول اللهﷺ فیصله وکړو ۔ نو کهٔ دا منافق پهٔ زړهٔ کښې پوهېدو چې زهٔ پهٔ ناحقه یم نو بیا به ېٔ دَ رسول اللهﷺ فیصلې ته غاړه نهٔ کښېښوه ځکه چې پوهېدو چې رسول اللهﷺ خو به پهٔ حقه فیصله کوی نو زما پکښې تاوان دے ۔ دا بل به ېٔ رانه وګټی اؤ کهٔ پهٔ خپل زړهٔ کښې به پوهېدو چې زهٔ پهٔ حقه یم نو بیا به پهٔ مینه دَ رسول اللهﷺ فیصلې ته را روان وهٔ ۔ ځکه چې پوهېدو چې زما پهٔ حق کښې به فیصله کوی ۔ نو دا خو دَ رسول اللهﷺ دَ حکم تابعداری نهٔ شوه دَ خپل غرض فکر شو ۔
اَفِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَمِ ارْتَابُوْۤا اَمْ یَخَافُوْنَ اَنْ یَّحِیْفَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَ رَسُوْلُهٗ١ؕ بَلْ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ۠۵۰
ترجمه: آیا دَ دوی پهٔ زړونو کښې مرض دے ۔ ف۸۶ اؤ کهٔ دوی پهٔ شک دی ، کهٔ ویریږی چې بې انصافی به وکړی الله دوی سره اؤ دَ الله رسول ، بلکې هم دا خلق بې انصافه دی ۔ ف۸۷
ف۸۶: مرض ېٔ دا وهٔ چې پهٔ الله اؤ پهٔ رسولﷺ خو ېٔ ایمان راوړو خو دَ دنیا حرص عمل کؤلو ته نهٔ پرېښؤل لکه دَ یو بیمار چې ګرځېدو ته زړهٔ کیږی خو ګرځېدے نهٔ شی ۔
ف۸۷: یعنی دوی ته دَ رسول اللهﷺ پهٔ صداقت کښې یا دَ الله تعالیٰ پهٔ وعده وعید کښې څهٔ شک دے؟ کهٔ دا خیال ېٔ دے چې الله اؤ رسولﷺ به دَ دوی پهٔ حق کښې پهٔ بې انصافیٔ فیصله وکړی؟ ځکه دَ رسول اللهﷺ عدالت ته فیصله نهٔ وړی ۔ نو یاد لریٔ چې دَ الله اؤ رسولﷺ پهٔ عدالت کښې دَ بې انصافیٔ څهٔ احتمال نشته خو دا خلق خپله بې انصافه دی ۔ خپل حق غواړی اؤ دَ بل حق نهٔ ورکوی ۔ ځکه خدائی عدالت ته فیصله نهٔ راؤړی دا خو دَ منافقانو حال وهٔ اؤ دَ دې مقابله کښې دَ پخو مسلمانانو حال بیانیږی ۔
اِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اَنْ یَّقُوْلُوْا سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۵۱
ترجمه: دَ ایماندارو خبره خو دا ده چې کوم وخت وبللې شی دَ الله اؤ رسول طرف ته چې پهٔ دوی کښې فیصله وکړی ، نو ووائی ، مونږ واؤرېدو اؤ حکم مو ومنلو ، اؤ هم دغه خلق دی کامیاب ۔ ف۸۸
ف۸۸: دَ رښتونی مسلمان کار دا دے چې کله ېٔ څوک پهٔ څهٔ معامله کښې خدائی فیصلې ته مخکښې کوی نو کهٔ دَ هغهٔ ورکښې پهٔ ظاهره ګټه وی کهٔ تاوان هغه پهٔ خپله رضا دَ الله اؤ دَ رسول اللهﷺ حکم ته غاړه ږدی اؤ دغه دَ اصلی کامیابیٔ راز دے ۔
وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ یَخْشَ اللّٰهَ وَ یَتَّقْهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ۵۲
ترجمه: اؤ څوک چې حکم منی دَ الله اؤ رسول ، اؤ دَ الله نه ویریږی اؤ ځان ساتی ، هم دغه کسان مراد ته رسیدونکی دی ۔ ف۸۹
ف۸۹: یعنی څوک چې اوس دَ الله اؤ رسول اللهﷺ تابعدار وی دَ الله نه ویریږی اؤ پهٔ تېر ژوند ستومانه دی پهٔ اخلاص توبه وباسی اؤ آئنده دپاره دَ بدیو نه ځان ساتی پهٔ سمه لار دَ تلو کوشش کوی نو هم دغه کسان پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې کامیاب اؤ کامران دی ۔
وَ اَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ اَمَرْتَهُمْ لَیَخْرُجُنَّ١ؕ قُلْ لَّا تُقْسِمُوْا١ۚ طَاعَةٌ مَّعْرُوْفَةٌ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۵۳
ترجمه: اؤ دوی پهٔ الله قسمونه خوری سخت سخت قسمونه چې کهٔ تا ورته حکم وکړو نو هر څهٔ به پرېږدی را وبه وځی ووایه ، قسمونه مهٔ خوریٔ تابعداری پکار ده څنګه چې دستور دے ۔ بېشکه الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ، ف۹۰
ف۹۰: یعنی منافقان غټ غټ قسمونه خوری چې مونږ خو هر حکم منلو ته تیار یو ۔ کهٔ تا حکم وکړو نو مونږ به دا ټول مال دولت دَ الله دَ رضا دپاره ولګوؤ اؤ کورونه به پرېږدو ۔ نو دَ دې پهٔ ځواب کښې فرمائی چې قسمونه مهٔ خوریٔ دَ ستاسو دَ تشو خبرو حقیقت الله ته معلوم دے چې پهٔ خلهٔ قربانېږیٔ اؤ چې وخت دَ کار راشی نو بیا پټېږیٔ ۔ دَ قسمونو حاجت نشته دَ عمل ضرورت دے ۔ څنګه چې نور مسلمانان پهٔ قانون عمل کوی دغه شان تاسو هم کویٔ ۔ دَ خلې پهٔ قسمونو تاسو بنیادم ته خو دوکه ورکؤلے شیٔ ، لېکن دَ الله سره هېڅ ټګی نهٔ چلیږی ۔ هغه دَ ستاسو پهٔ پټو اؤ څرګندو رازونو اؤ دَ زړهٔ پهٔ حال ښهٔ خبر دے ۔
قُلْ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ١ۚ فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْهِ مَا حُمِّلَ وَ عَلَیْكُمْ مَّا حُمِّلْتُمْ١ؕ وَ اِنْ تُطِیْعُوْهُ تَهْتَدُوْا١ؕ وَ مَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ۵۴
ترجمه: ورته ووایه حکم منیٔ دَ الله اؤ حکم منیٔ دَ رسول ، بیا کهٔ تاسو مخ واړؤلو نو دَ رسول پهٔ ذمه دے څهٔ بار چې پهٔ هغهٔ یٔښې شوے دے، اؤ ستاسو ذمه ده څهٔ بار چې پهٔ تاسو یٔښې شوے دے، کهٔ تاسو ېٔ خبره ومنله نو لار به بیا مومیٔ ، اؤ دَ رسول پهٔ ذمه خو صفا صفا پیغام رسؤل دی ۔ ف۹۱
ف۹۱: یعنی پېغمبرﷺ باندې الله پاک دَ تبلیغ ذمه واری یٔښې ده هغهٔ خپل کار پهٔ ښهٔ شان ترسره کړو اؤ پهٔ تاسو باندې ېٔ دَ حق قبلؤلو اؤ دَ پېغمبر دَ تصدیق اؤ دَ هغهٔ پهٔ حکم دَ عمل کؤلو ذمه واری کښېښوې شوے ده ۔ نو کهٔ تاسو خپله ذمه واری پوره کړه اؤ دَ پېغمبرﷺ پهٔ وینا مو پوره پوره عمل وکړو نو دَ دنیا اؤ آخرت کامیابی به وګټیٔ ، اؤ کهٔ پوره مو نهٔ کړه نو خپل تاوان مو دے ۔ پېغمبرﷺ ته ېٔ هېڅ تاوان نشته هغهٔ خپله غاړه خلاصه کړے ده ۔ مخکښې دَ رسول اللهﷺ دَ تابعداریٔ فائدې بیانیږی چې آخرت کښې خو ېٔ ډېرې فائدې دی ، لېکن څهٔ فائدہ به ېٔ پهٔ دنیا کښې هم ووینیٔ ۔
وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَیَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْاَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١۪ وَ لَیُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِیْنَهُمُ الَّذِی ارْتَضٰی لَهُمْ وَ لَیُبَدِّلَنَّهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ خَوْفِهِمْ اَمْنًا١ؕ یَعْبُدُوْنَنِیْ لَا یُشْرِكُوْنَ بِیْ شَیْـًٔا١ؕ وَ مَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ۵۵
ترجمه: وعده کړے الله هغه چا سره چې ایمان ېٔ راؤړے پهٔ تاسو کښې اؤ نیک عمل ېٔ کړے دا چې ضرور به وروستو حکومت وکړی پهٔ زمکه ، څنګه چې ېٔ حکومت ورکړے وهٔ دَ دوی نه مخکښې خلقو ته ۔ اؤ مضبوط به کړی دوی دپاره دَ دوی هغه دین چې ورته ېٔ خوښ کړے دے ، اؤ وربه کړی ورته دَ خوف پهٔ بدله کښې اطمینان ۔ زما عبادت به کویٔ اؤ نهٔ به شریکویٔ ما سره هېڅ شے ، ف۹۲ اؤ چا چې ناشکری وکړه دَ دې نه پس ، نو هم دغه خلق نافرمانه دے ۔ ف۹۳
ف۹۲: دا خطاب دَ رسول اللهﷺ دَ زمانې نیکانو خلقو ته دے چې کهٔ تاسو دَ رسولﷺ پوره تابعداری وکړه نو دَ رسولﷺ نه پس به دَ زمکې خلافت تاسو ته درکړې شی اؤ دینِ اسلام چې دَ الله خوښ دے دَ ستاسو پهٔ ذریعه به ېٔ پهٔ دنیا کښې خور کړی اؤ څنګه چې دَ استخلاف دَ لفظ نه معلومیږی دا به خالص دنیاوی بادشاهی نهٔ وی بلکې دَ الله دَ رسولﷺ نیابت به وی اؤ پهٔ ټوله دنیا کښې به دَ حکومتِ الٰهیه اعلان کوی اؤ دَ خدائی دین جرړې به مضبوطې کړی ۔ دَ کافرو غلبه به ختمه شی ۔ پهٔ ټوله دنیا کښې به مسلمانان پهٔ امن اؤ اطمینان سره دَ خپل الله پهٔ عبادت مشغول وی اؤ هر ځائې به امن و امان وی ۔ دَ دې خاصو بندګانو امتیازی نشان به دا وی چې دوی به خالص دَ یو الله عبادت کوی ۔ دَ پټ شرک یا څرګند یوه ذره ګډون به پکښې نهٔ وی ، خالص دَ خپل الله تابعدار به وی ۔ نهٔ به دَ بل چا نهٔ ویریږی اؤ نهٔ به دَ بل چا نه څهٔ طمع کوی ۔ ژوند اؤ مرګ به ېٔ خالص دَ الله دَ رضا دپاره وی ۔ دَ بل چا دَ خوښیٔ یا خفګان به هېڅ پرواه نهٔ کوی ۔ الحمد لله چې دا وعده دَ څلورو خلفائے راشدینو پهٔ زمانه پوره شوه اؤ دنیا پهٔ خپلو سترګو دَ اسلام طاقت ولیدو ۔ دَ خلفائے راشدینو نه پس هم وخت پهٔ وخت دَ دې نمونې دَ اسلام بادشاهان تېر شوی دی اؤ انشاء الله نور به هم راځی ۔ دَ احادیثو نه معلومیږی چې دَ اسلام آخری خلیفه به امام مهدیؒ وی چې هغه به دنیا کښې دَ اسلامی عدل و انصاف حکومت قائم کړی اؤ پهٔ ډېره ناشنا طریقه به دَ کافرو سره جهاد وکړی ۔ کافر به ختم کړی اؤ اسلامی حکومت به جوړ کړی۔
تنبیه: دَ استخلاف دَ دې آیت نه دَ خلفائے راشدینو لویه مرتبه اؤ فضیلت څرګندیږی ۔ ابن کثیر دَ دې آیت پهٔ تفسیر کښې دَ رسول اللهﷺ دَ زمانې نه دَ حضرت عثمانؓ دَ خلافت تر زمانې پورې دَ اسلامی فتوحاتو ټول تفصیل لیکلے دے اؤ پهٔ آخر کښې ېٔ لیکلی دی ۔ ”وَ جُبِیَ الْخَرَاجُ مِنَ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ اِلٰی حَضْرَةِ اَمِیْرِ الْمُؤْمِنِیْنَ عُثْمَانِ بْنِ عَفَّانٍ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ وَ ذٰلِكَ بِبَرَکَتِ تِلَاوَتِهٖ وَ دِرَاسَتِهٖ وَ جَمْعِهِ الْاُمَّةَ عَلٰی حِفْظِ الْقُرْاٰنِ وَ لِهٰذَا ثَبَتَ فِی الصَّحِیْحِ اَنَّ رَسُوْلَ اللهِﷺ قَالَ اِنَّ اللہَ زَوٰی لِیَ الْاَرْضَ فَرَأَیْتَ مَشَارِقَهَا وَ مَغَارِبَهَا وَ سَیَبْلُغُ مُلْكِ اُمَّتِیْ مَا زَوٰی لِیْ مِنْهَا نَهَا نَحْنُ نَتَقَلَّبُ فِیْ مَا وَعَدَنَا اللهُ وَ رَسُوْلُهٗ فَنَسْأَلُ اللهَ الْاِیْمَانَ بِهٖ وَ بِرَسُوْلِهٖ وَ الْقِیَامُ بِشُکْرِهٖ عَلَی الْوَجْه الَّذِیْ یُرْضِیْهِ عَنَّا“
ف۹۳: یعنی دَ داسې لوئے نعمت نه پس هم چې څوک ناشکری کوی نو هغه غټ نافرمانه اؤ سخت ضدی مجرم دے ۔ حضرت شاه صاحب لیکی ۔ څوک چې دَ خلفائے راشدینو دَ خلافت (اؤ دَ هغوی دَ فضل اؤ شرف) نه انکار کوی دا الفاظ دَ هغهٔ دپاره کافی دی۔” رَبَّنَا اغْفِرْلَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِیْ قُلُوْبِنَا غِلًّا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا رَبَّنَا اِنَّكَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۔ “
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ۵۶
ترجمه: اؤ قائم ساتیٔ نمونځ اؤ ورکویٔ زکوٰة اؤ تابعداری کویٔ دَ رسول چې پهٔ تاسو رحم وشی ۔ ف۹۴
ف۹۴: یعنی کهٔ دَ الله فضل اؤ رحم غواړیٔ نو تاسو هم دَ دغه نیکو بندګانو پهٔ قدم روان شیٔ ۔ هغه طریقه دا ده چې دَ نمونځ خیال ساتیٔ ۔ زکوٰة ورکویٔ اؤ دَ ژوند پهٔ ټولو کارونو کښې دَ رسول اللهﷺ دَ حکم تابعداری کویٔ ۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته دَ خپل حبیبﷺ دَ تابعداریٔ توفیق راکړی۔ آمین ۔
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ١ۚ وَ مَاْوٰىهُمُ النَّارُ١ؕ وَ لَبِئْسَ الْمَصِیْرُ۠۵۷
ترجمه: تاسو دا خیال مهٔ کویٔ چې کافران به الله عاجزه کړی پهٔ تېښته دَ زمکې پهٔ مخ ، اؤ دَ دوی دَ استوګې ځائې اور دے ، اؤ دا ډېر ناکاره ځائې دے دَ واپس کېدو، ف۹۵
ف۹۵: دَ نیکانو په مقابله کښې اوس دَ بدانو انجام ښیٔلی شی ۔ چې نیکانو ته دَ دنیا حکومت اؤ خلافت ورکؤلے شی نو دَ کافرانو اؤ بدکارانو ټول مکر اؤ فریب تباه و برباد شی ۔ دَ الله پهٔ اراده کښې څوک بدلون نهٔ شی راوستې ۔ کهٔ څوک ډېرې منډې ووهی خو دَ الله دَ ګرفت نه بچ کېدے نهٔ شی ۔ ضرور به دَ جهنّم جیلخانې ته ننوځی ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِیَسْتَاْذِنْكُمُ الَّذِیْنَ مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ وَ الَّذِیْنَ لَمْ یَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلٰثَ مَرّٰتٍ١ؕ مِنْ قَبْلِ صَلٰوةِ الْفَجْرِ وَ حِیْنَ تَضَعُوْنَ ثِیَابَكُمْ مِّنَ الظَّهِیْرَةِ وَ مِنْۢ بَعْدِ صَلٰوةِ الْعِشَآءِ١ؕ۫ ثَلٰثُ عَوْرٰتٍ لَّكُمْ١ؕ لَیْسَ عَلَیْكُمْ وَ لَا عَلَیْهِمْ جُنَاحٌۢ بَعْدَهُنَّ١ؕ طَوّٰفُوْنَ عَلَیْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلٰی بَعْضٍ١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۵۸
ترجمه: اے ایماندارو پکار ده چې پهٔ اجازت راځی هغه کسان چې ستاسو دَ لاس مال دے ، ف۹۶ اؤ هغه څوک چې نهٔ دی رسیدلی دَ عقل حد ته درے ځله ۔ دَ سحر دَ نمانځهٔ نه مخکښې ۔ اؤ څهٔ وخت چې تاسو جامې وباسیٔ دَ غرمې اؤ پس دَ نمانځهٔ دَ نمازخفتن نه ، دا درے وخته دَ بدن څرګندؤلو دی ف۹۷ ستاسو دپاره ، نشته پهٔ تاسو څهٔ تنګی اؤ نهٔ پهٔ دوی دَ دې وختونو نه علاوه ، چې ځیٔ راځیٔ دَ یو بل سره ۔ ف۹۸ دغه شان صفا صفا خبرې بیانوی الله تاسو ته ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ حکمتونو خاوند ۔
ف۹۶: یعنی وینځې اؤ غلامان:
څلور رکوع مخکښې دَ اجازت اخستو حکم بیان شوے وهٔ ۔ دا دَ هغې آخری حصه ده ، ترمینځه دَ خاص تعلق پهٔ وجه نور مضامین بیان شو ۔ پهٔ آخر کښې بیا هم هغه خبره پوره کړې شوه ۔
ف۹۷: پهٔ دې دریو وختونو کښې اکثر زیاتی جامې وېستې شی یا دَ خوب دپاره جامې بدلؤلے شی ۔ اؤ کله کله دَ کور خاوند ته دَ سحر نه مخکښې یا دَ غرمې نه پس دَ غسل ضرورت وی اؤ دا نهٔ غواړی چې څوک پرې خبر شی ۔ ځکه حکم شوے دے چې پهٔ دې وختونو کښې دې نابالغه واړهٔ اؤ وینځې غلامان هم بې اجازته نهٔ راځی ۔ دَ دې نه علاوه پهٔ نورو وختونو کښې وړو یا دَ کور خدمتګارو ته دَ پردو پهٔ شان دَ اجازت اخستو ضرورت نشته ۔ البته دَ کور خاوند پهٔ خپل څهٔ خاص مصلحت پهٔ نورو وختونو کښې هم پابندی کهٔ لګوی نو لګؤلے شی ۔
ف۹۸: یعنی دَ دې خاصو وختونو نه علاوه واړهٔ اؤ دَ کور خدمتګار چې هر وخت دَ کار دپاره ځی راځی بې اجازته راتلې شی ځکه چې هر وخت اجازت اخستو کښې تکلیف دے پهٔ کار کښې رکاوټ راځی۔
وَ اِذَا بَلَغَ الْاَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْیَسْتَاْذِنُوْا كَمَا اسْتَاْذَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ۵۹
ترجمه: اؤ کله چې ورسی ستاسو هلکان دَ بلوغ حد ته نو هغوی ته هم دغه شان اجازت اخستل پکار دی ، څنګه چې به اجازت اخستو نورو کسانو دَ دوی نه مخکښې ، ف۹۹ دغه شان صفا صفا بیانوی تاسو ته الله خپلې خبرې ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ حکمتونو خاوند ،
ف۹۹: یعنی خپل وړوکے تر څو چې نابالغه وی دَ درے وختونو نه علاوه نورو وختونو کښې بې اجازته راتلې شی خو چې کله بالغ شی بیا به هم دَ لویو سړیو پهٔ شان اجازت اخلی۔
وَ الْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا یَرْجُوْنَ نِكَاحًا فَلَیْسَ عَلَیْهِنَّ جُنَاحٌ اَنْ یَّضَعْنَ ثِیَابَهُنَّ غَیْرَ مُتَبَرِّجٰتٍۭ بِزِیْنَةٍ١ؕ وَ اَنْ یَّسْتَعْفِفْنَ خَیْرٌ لَّهُنَّ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ۶۰
ترجمه: اؤ ستاسو کومې ښځې چې کور کښې ناستې دی چې طمع نهٔ لری دَ نکاح ، نو پهٔ هغو څهٔ ګناه نشته کهٔ کوزې کړی خپلې جامې ۔ چې نهٔ څرګندوی چا ته خپل ښائست ، اؤ کهٔ دَ دې نه هم ځان وساتی نو دې کښې ورته خیر دے ، ف۱۰۰ اؤ الله هر څهٔ اوری پهٔ هر څهٔ خبر دے ۔ ف۱۰۱
ف۱۰۰: یعنی بوډۍ ښځې کهٔ پهٔ کور کښې زیاتی جامې نهٔ اچوی صرف دومره جامې ېٔ وی چې ستر ېٔ پټ وی نو خیر دے اؤ کهٔ پوره پړده وساتی نو ډېره بهتره ده ۔ اؤ دَ کور نه بهر کهٔ زیاتی شے لکه برقع یا پړونے لرې کړی هم خیر دے پهٔ دې شرط چې هغه ښائست ېٔ نهٔ څرګندیږی دَ کوم چې مخکښې آیت کښې دَ پټؤلو حکم شوے دے ۔ دَ دې حکم نه اندازه لګېدے شی چې دَ ځوانو ښځو دَ پردې کؤلو نه دَ قرآن غرض څهٔ دے۔
ف۱۰۱: یعنی دا خو دَ فتنې ختمؤلو ظاهری اسباب دی باقی دَ پردې دننه کهٔ څوک فتنې را پورته کوی نو دَ هغې نه هم الله تعالیٰ ښهٔ خبر دے ۔ هر څهٔ وینی اوری ۔ دَ هغې موافق سزا به ورکوی ۔
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّ لَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّ لَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ وَّ لَا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَنْ تَاْكُلُوْا مِنْۢ بُیُوْتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اٰبَآىِٕكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اُمَّهٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اِخْوَانِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخَوٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَعْمَامِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ عَمّٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخْوَالِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ خٰلٰتِكُمْ اَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَّفَاتِحَهٗۤ اَوْ صَدِیْقِكُمْ١ؕ لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَاْكُلُوْا جَمِیْعًا اَوْ اَشْتَاتًا١ؕ فَاِذَا دَخَلْتُمْ بُیُوْتًا فَسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ تَحِیَّةً مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُبٰرَكَةً طَیِّبَةً١ؕ كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ۠۶۱
ترجمه: نشته پهٔ ړوند څهٔ تکلیف اؤ نهٔ پهٔ ګډ باندې څهٔ تکلیف اؤ نهٔ پهٔ مریض څهٔ تکلیف شته ف۱۰۲ اؤ نهٔ ستاسو پهٔ خپلو ځانونو کهٔ خوریٔ پهٔ خپلو کورونو کښې ، یا دَ پلار پهٔ کور کښې یا دَ مور پهٔ کور کښې یا دَ ورور پهٔ کور کښې یا دَ خور پهٔ کور کښې یا دَ ترهٔ پهٔ کور کښې یا دَ ترور پهٔ کور کښې یا دَ ماما پهٔ کور کښې یا دَ ماسی پهٔ کور کښې یا دَ کوم کور کنجیانې چې تاسو سره دی یا دَ خپل دوست پهٔ کور کښې ، ف۱۰۳ نشته پهٔ تاسو څهٔ ګناه کهٔ پهٔ جمع خوریٔ یا جدا جدا ۔ بیا کله چې تاسو ننوځیٔ کورونو ته نو سلام اچویٔ پهٔ خپلو خلقو ، نیکه دعا ده دَ الله له طرفه مبارکه پاکه ۔ دغه شان صفا صفا بیانوی الله تاسو ته خپلې خبرې ، چې تاسو پوهه شیٔ ۔ ف۱۰۴
ف۱۰۲: یعنی کوم چې دَ تکلیف کارونه دی هغه ړوند، ګوډ اؤ معذور ته معاف دی ۔ لکه جهاد ، حج ، دَ جمعې نمونځ ، دَ جمعې نمونځ (موضح القرآن کښې دغسې لیکلی دی)
یا ېٔ دا مطلب دے چې دا قسم معذور کسان کهٔ دَ روغو سره پهٔ جمع کښې خوراک خوری څهٔ حرج ېٔ نشته ۔ دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې به روغو کسانو دغه شان معذور کسان دَ ځان سره خوراک ته نهٔ کښېښنؤل ، کرکه به ېٔ ترېنه کؤله ۔ اؤ شاید چې ځنو مسلمانانو ته هم دَ ډېرې تقویٰ پهٔ وجه دا خیال راغلے وی چې شاید داسې پهٔ جمع کښې خوراک ته کښېښنؤل دَ عدل و انصاف خلاف وی ۔ ځکه چې ړوند ټول څیزونه نهٔ وینی کېدے شی چې سترګه ور (بینا) ورته پوره برخه پهٔ هر شی کښې ورنهٔ کړی ۔ ګوډ هم شاید چې بې وخته راشی اؤ مناسب ځائې کښې ېٔ ځائې ونهٔ شی نو زړهٔ کښې به ېٔ خفګان راشی اؤ دَ مریض تکلیف خو څرګند دے ۔ نو دې آیت کښې دَ دې خیالاتو اصلاح وشوه چې خامخا وهمونه مهٔ کویٔ ۔ الله تعالیٰ درسره پهٔ دې کښې فراخی کوی تاسو ولې پهٔ ځان تنګسیا راولیٔ ۔
ف۱۰۳: داسې بې تکلفه دوست چې دَ خپل څیز دَ استعمال اجازت ېٔ ورکړے وی یا چا دَ خپل څیز محافظ یا وکیل کړے وی اؤ دَ ضرورت مطابق دَ خوراک څښاک اجازت ېٔ ورکړے وی۔
ف۱۰۴: یعنی دَ خپلویٔ پهٔ ځائې کښې هر وخت دَ خوراک دَ څیز تپوس ښهٔ نهٔ دے ۔ نه دې خوړؤنکے شرم کوی اؤ نهٔ دې ېٔ دَ کور خاوند منع کوی ۔ البته کهٔ یو سړے خفه کیږی نو دَ هغهٔ شے خوړل جائز نهٔ دی اؤ دا اجازت دے چې پهٔ جمع خوراک کویٔ کهٔ بیل بیل ۔ دا خیال مهٔ کویٔ چې څوک به لږ وخوری اؤ څوک ډېر (پهٔ دې کښې فرق نهٔ راځی) دَ ملاقات پهٔ وخت پهٔ یو بل سلام واچویٔ ۔ دَ دې نه بهتره دعا بله نشته ۔ څوک چې دَ سلام الفاظ پرېږدی اؤ نورو الفاظو پسې ګرځی هغوی دَ الله خوښ کړی الفاظو نه ښهٔ الفاظ نهٔ شی موندې۔
تنبیه: دَ آیت نه معلومیږی چې یواځې خوراک جائز دے ۔ دَ ځنو کسانو متعلق چې مشهوره ده چې تر څو به ورسره بل څوک نهٔ وو ملګرے روټۍ به ېٔ نهٔ خوړه ۔ نو دا هسې زیاتے دے ۔ البته کهٔ نور کسان موجود وی اؤ پهٔ یو ځائې روټۍ وخوړې شی نو دې کښې برکت دے لکه چې احادیثو نه ثابته ده۔
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ اِذَا كَانُوْا مَعَهٗ عَلٰۤی اَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ یَذْهَبُوْا حَتّٰی یَسْتَاْذِنُوْهُ١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ١ۚ فَاِذَا اسْتَاْذَنُوْكَ لِبَعْضِ شَاْنِهِمْ فَاْذَنْ لِّمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۶۲
ترجمه: ایماندار هغه دی چې یقین وکړی پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسول اؤ کله چې وی دَ رسول سره پهٔ څهٔ کار کښې یو ځائې نو نهٔ ځی تر څو چې دَ هغهٔ نه اجازت وانهٔ خلی ۔ څوک چې ستا نه اجازت غواړی هم دا هغه کسان دی چې یقین کوی پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسول ف۱۰۵ بیا کله دوی درنه اجازت وغواړی دَ خپل څهٔ کار دپاره ، نو اجازت ورکړه چا ته چې دې خوښه وی پکښې ، اؤ معافی وغواړه دوی دپاره دَ الله نه ، بېشکه الله ډېر بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۱۰۶
ف۱۰۵: پهٔ تېرو آیتونو کښې دَ راتلو پهٔ وخت دَ اجازت اخستو حکم بیان شو ۔ اوس دَ تلو پهٔ وخت دَ اجازت اخستو حکم بیانیږی ۔ یعنی پوره ایماندار هغه دے چې دَ رسولﷺ پهٔ بلنه دَ څهٔ اجتماعی کار دپاره راغونډ شی لکه دَ جمعې نمانځهٔ ته یا اخترونو نمانځهٔ ته یا بل څهٔ دَ صلاح مصلحت دپاره یا دَ جهاد دپاره نو چې کار ختم شی بې اجازته نهٔ خوریږی ۔ دغه کسان پهٔ رښتیا دَ الله اؤ رسولﷺ تابعدار دی۔
ف۱۰۶: یعنی دَ غور کؤلو نه پس کهٔ مناسب ګڼې دَ تلو اجازت ورکړه اؤ چونکې دَ رسولﷺ دَ مجلس نه تلل یو قسم دَ دنیا کارونو ته دَ رسولﷺ پهٔ صحبت دَ ترجیح ورکؤلو شک راځی نو دَ دې مخلصانو مؤمنانو دپاره دَ الله نه معافی وغواړه ۔
لَا تَجْعَلُوْا دُعَآءَ الرَّسُوْلِ بَیْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا١ؕ قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ یَتَسَلَّلُوْنَ مِنْكُمْ لِوَاذًا١ۚ فَلْیَحْذَرِ الَّذِیْنَ یُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ فِتْنَةٌ اَوْ یُصِیْبَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۶۳
ترجمه: مهٔ ګڼیٔ دَ رسول بلنه خپلو کښې داسې لکه چې تاسو بلیٔ خپلو کښې یو بل، ف۱۰۷ الله پیژنی تاسو کښې هغه څوک چې پټ ښوئیږی غلی غوندې ۔ ف۱۰۸ نو ودې ویریږی هغه څوک چې نافرمانی کوی دَ رسول دَ حکم دَ دې نه چې ورسی ورته سخت مصیبت یا راشی پرې سخت عذاب، ف۱۰۹
ف۱۰۷: یعنی دَ رسولﷺ پهٔ بلنه حاضرېدل فرض دی ۔ دَ رسولﷺ بلنه دَ نورو خلقو پهٔ شان نهٔ ده چې کهٔ دَ چا خوښه وی رابه شی ګنی نه ۔ دَ رسولﷺ بلنه دَ عامو خلقو پهٔ شان نهٔ ده ۔ دَ دې خیال ساتیٔ اؤ دَ رسولﷺ سره پهٔ خبرو کښې هم دَ ادب و عزت خیال ساتیٔ ۔ لکه دَ عامو خلقو پهٔ شان یا محمّد ورته مهٔ واییٔ۔ بلکې یا نبی الله یا رسول الله وغېره دَ عزت الفاظ استعمالویٔ ۔ حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ دَ رسول اللهﷺ پهٔ بلنه راتلل فرض وو دَ هر کار دپاره چې ېٔ څوک غوښتو بیا بې اجازته تلل جائز نهٔ وو ۔ اوس هم مسلمانانو ته دَ خپلو مشرانو سره دغه طریقه پکار ده ۔
ف۱۰۸: دا منافقان وو چې دَ رسول اللهﷺ پهٔ مجلس کښې به ورته ناستے ګران وهٔ ۔ موقع به ېٔ کته اؤ کشېدل به ۔ مثلًا کهٔ یو مسلمان به دَ تلو اجازت واخستو نو منافق به هم ورپسې شا شا ته پټ روان شو ۔ دغه فرمائی چې تاسو دَ پېغمبرﷺ نه ځان څهٔ پټ پټ کویٔ ۔ الله ته خو مو حال څرګند دے ، دَ الله نه خو هېچرې نهٔ شیٔ پټېدے ۔
ف۱۰۹: یعنی دَ الله اؤ رسولﷺ دَ حکم خلاف ورزی کؤنکیو ته ویره پکار ده چې چرته پهٔ دنیا کښې پرې سخت آفت رانهٔ شی یا دَ آخرت پهٔ دردناک عذاب کښې مبتلا نهٔ شی ۔
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ قَدْ یَعْلَمُ مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ١ؕ وَ یَوْمَ یُرْجَعُوْنَ اِلَیْهِ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا١ؕ وَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۠۶۴
ترجمه: واؤریٔ هم دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه دی ، هغه خبر دے پهٔ کوم حال کښې چې تاسو ییٔ ، اؤ پهٔ کومه ورځ چې به هغهٔ ته واپس کېږیٔ نو درته به وښیٔ څهٔ چې دوی کړی ، اؤ الله ته هر څهٔ ښهٔ معلوم دی ۔ ف۱۱۰
ف۱۱۰: یعنی کېدے شی چې دَ مخلوق نه ځان پټ کړیٔ ، بنیادمو سره ټګی وکړیٔ لېکن الله تعالیٰ ته خو ستاسو پټ اؤ څرګند حالونه معلوم دی اؤ دَ زړهٔ دَ رازونو نه ښهٔ خبر دے ۔ پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې یو شے هم دَ هغهٔ دَ قبضې اؤ اختیار نه بهر نشته ۔ نو تاسو به کوم خوا تښتیٔ؟ هغه څنګه چې دَ ستاسو دَ دنیا دَ ژوند دَ ټول حال نه خبر دے ۔ دغه شان ورته دَ هغې ورځې حال هم پوره پوره معلوم دے پهٔ کومه ورځ چې به ټول مخلوق دَ حساب کتاب دپاره هغهٔ سره راغونډیږی اؤ هر چا ته به دَ ذرې ذرې حساب مخکښې کښېښوې شی ۔ دَ داسې عالمِ کُل اؤ مختارِ مطلق بادشاه نه به مجرم څنګه خلاص شی؟
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الْفُرْقَانِ مَکِیَّۃٌ وَّ هِیَ سَبْعٌ وَّ سَبْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ سِتُّ رُکُوْعَاتٍ
ترجمه: سورتِ فرقان مکّه کښې نازل شوے ، ووهٔ اویا (۷۷) آیتونه اؤ شپږ رکوع دی۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
تَبٰرَكَ الَّذِیْ نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلٰی عَبْدِهٖ لِیَكُوْنَ لِلْعٰلَمِیْنَ نَذِیْرَاۙ۱
ترجمه: ډېر برکت دے دَ هغهٔ چې نازل ېٔ کړو فیصله کؤنکے کتاب ف۱ پهٔ خپل بنده ، ف۲ چې شی دَ دنیا دَ خلقو دپاره ویرؤنکے ۔ ف۳
ف۱: فُرقَان ۔ دَ قرآن کریم نوم دے چې دَ حق و باطل اؤ حرام و حلال ترمینځه آخری فیصله کؤنکے دے ۔ هر څهٔ ورکښې صفا صفا بیان شوی دی ۔ هم دغه کتاب دے چې دَ تمامې دنیا دَ هدایت اؤ اصلاح ذمه وار دے اؤ خپلو منونکیو ته بې انتها دنیاوی اؤ اخروی خیر و برکت سامان برابروی۔
ف۲: پهٔ خپل کامل بنده (محمّد رسول اللهﷺ) چې دَ کمالِ بندګیٔ دَ وجهې نه ېٔ عبد الله لقب شوے دے ۔ صلّی الله علیه وآله وسلّم ۔
ف۳: یعنی قرآن کریم ټوله دنیا دَ کفر اؤ ګناه دَ خراب انجام نه ویروی۔
فائدہ: پهٔ دې سورت کښې دَ تکذیب کؤنکیو اؤ دَ اسلام دَ دښمنانو ذکر شوے دے ځکه ېٔ دلته دَ قرآن کریم یو صفت ”نذیر“ بیان کړو اؤ بل صفت ”بشیر“ ېٔ ذکر نهٔ کړو اؤ ”لِلْعٰلَمِیْن“ سره دا واضحه شوه چې قرآن یواځې دَ عربو دپاره نهٔ دے راغلے۔ بلکې دَ ټولو بنیادمو اؤ پېریانو دَ اصلاح اؤ هدایت دپاره نازل شوے دے ۔
اِ۟لَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَ خَلَقَ كُلَّ شَیْءٍ فَقَدَّرَهٗ تَقْدِیْرًا۲
ترجمه: هغه دَ چا چې دے حکومت دَ آسمانونو اؤ زمکې، اؤ نهٔ ېٔ دے نیؤلے ځوئے اؤ نهٔ ېٔ څوک شریک شته پهٔ حکومت کښې ، اؤ جوړ ېٔ کړو هر شے بیا ېٔ ښهٔ برابر کړو پهٔ پیمانه ۔ ف۴
ف۴: یعنی هر څیز ېٔ پهٔ یو خاص اندازه جوړ کړے دے چې هغه صرف هغه کار کؤلے شی دَ کوم دپاره چې پیدا شوے دے اؤ دَ خپل کار دَ دائرې نه بهر قدم نهٔ شی کښېښوې ۔ غرض دا چې هر شے ېٔ داسې پهٔ پیمانه تللې جوړ کړے دے چې یوه ذره کمے زیاتے پکښې نشته ۔
وَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً لَّا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّ هُمْ یُخْلَقُوْنَ وَ لَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَّ لَا نَفْعًا وَّ لَا یَمْلِكُوْنَ مَوْتًا وَّ لَا حَیٰوةً وَّ لَا نُشُوْرًا۳
ترجمه: اؤ خلقو نیؤلی دی دَ هغهٔ نه غیر نور حاکمان چې هېڅ شے نهٔ شی جوړؤلے بلکې هغوی خپله جوړ کړی شوی دی اؤ نهٔ دی مالکان دَ خپل ځان دپاره دَ څهٔ نقصان یا دَ څهٔ خیر ، اؤ نهٔ دی مالکان دَ مرګ اؤ نهٔ دَ ژوند، اؤ نهٔ دَ بیا راپورته کؤلو ، ف۵
ف۵: یعنی څومره غټ ظلم اؤ جهالت دے چې دا کم عقل داسې حاکم مطلق اؤ مالکِ کل ، حکیم خالق دَ خداییٔ دپاره کافی نهٔ ګڼی نور معبودان اؤ خدایان منی اؤ دَ الله سره ېٔ پهٔ بادشاهیٔ کښې شریکوی اؤ حال دا دے چې هغه کوم خدایان چې دوی منی هغه عاجزان دَ خپل ځان نه هم خبر نهٔ دی ۔ نهٔ څهٔ شے پیدا کؤلے شی اؤ نهٔ چا ته څهٔ نفع نقصان رسؤلے شی بل چا ته څهٔ چې خپل ځان ته هم پهٔ خپل اختیار څهٔ نفع نهٔ شی رسؤلے ۔ نهٔ ځان دَ څهٔ تکلیف نه بچ کؤلے شی ۔ نو داسې کمزورے شے دَ الله سره څنګه شرېکېدے شی؟
ربط: دا خو دَ قرآن نازلؤنکی صفات اؤ حالات وو اؤ دَ هغهٔ متعلق دَ مشرکانو دَ غلطو خیالاتو رد وهٔ ۔ مخکښې خپله دَ قرآن اؤ دَ قرآن دَ راوړونکی متعلق دَ مشرکانو دَ غلطو خبرو ځواب دے۔
وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكُ اِ۟فْتَرٰىهُ وَ اَعَانَهٗ عَلَیْهِ قَوْمٌ اٰخَرُوْنَ١ۛۚ فَقَدْ جَآءُوْ ظُلْمًا وَّ زُوْرًاۚۛ۴
ترجمه: اؤ وائی هغه کسان چې منکر دی دا هېڅ نهٔ دی خو یو دروغ دی چې دهٔ جوړ کړل اؤ مدد ورسره وکړو نورو خلقو، ف۶ نو راغلل پهٔ بې انصافیٔ اؤ دروغو، ف۷
ف۶: مشرکانو به وې دا قرآن دَ الله کلام نهٔ دے ۔ دا خو (نعوذ بالله) محمّدﷺ دَ یهودیانو پهٔ امداد یو کتاب جوړ کړے دے، اوس خلقو ته دروغ وائی چې دا دَ الله کلام دے ۔ ځنی کسان دَ دهٔ پهٔ دې خبره خطا شو ، اوس ېٔ دَ دهٔ سره پهٔ خلقو کښې مشهوروی ۔
ف۷: یعنی دَ دې نه غټ ظلم اؤ دروغ به څهٔ وی چې داسې عظیم کتاب ته چې دَ هغې عظمت اؤ صداقت لکه دَ نمر پهٔ دنیا څرګند دے دروغ ووئیلی شی ۔ آیا یو څو یهودی غلامان داسې کلام جوړؤلے شی چې ټول عرب عالمان ، فصیحان ، بلیغان بلکې ټول بنیادم اؤ پېریان دَ هغې دَ نمونې جوړؤلو نه عاجز شی؟ اؤ دَ کوم کلام دَ علم و حکمت خبرو ته چې لوئے لوئے عالمان اؤ هوښیاران ګوته پهٔ خلهٔ دی ۔
وَ قَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ اكْتَتَبَهَا فَهِیَ تُمْلٰی عَلَیْهِ بُكْرَةً وَّ اَصِیْلًا۵
ترجمه: اؤ وائی دا خو قصې دی دَ مخکښېنیو قومونو چې لیکلی ېٔ یٔښې دی ، بیا ورته سحر نماښام دَ لیک دپاره اورؤلے شی ، ف۸
ف۸: یعنی محمّدﷺ دَ اهلِ کتابو نه څهٔ زړې قصې اورېدلی دی ، هغه ېٔ دَ ځان سره سره لیکلی یٔښی دی نو هر سحر اؤ نماښام دَ هغې نه یوه یوه ټوټه پهٔ نوی نوی رنګ خلقو ته دَ لیک دپاره اوروی ۔ تش الفاظ پکښې بدل رابدل کړی نوره هم هغه زړه خبره وی ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ پهٔ اول اول کښې دَ نمانځهٔ دوه وخته وو ، سحر اؤ نماښام نو پهٔ دې دوه وخته کښې به اصحابؓ حضور اکرمﷺ ته راغونډ شو ۔ اؤ چې څهٔ نوې وحې به راغلے وه ، حضور اکرمﷺ به ورته هغه آیتونه واورؤل نو خلقو به دَ ځان سره ولیکل اؤ یاد به ېٔ کړل ۔ دې ته به کافرو داسې وې۔
قُلْ اَنْزَلَهُ الَّذِیْ یَعْلَمُ السِّرَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا۶
ترجمه: ورته ووایه دا خو نازل کړے دے هغه ذات چې معلوم دی ورته پټ رازونه دَ آسمانونو اؤ زمکې ۔ ف۹ بېشکه هغه ډېر بخښونکے مهربانه دے ۔ ف۱۰
ف۹: یعنی دَ دې کتاب دَ مضامینو نه خپله دا خبره صفا معلومیږی چې دا دَ یو بنیادم یا دَ څو کسانو لیکلے کتاب نهٔ دے بلکې دا هغه الله نازل کړے دے دَ چا دَ کامل علم نه چې دَ زمکې اؤ آسمانونو یوه ذره هم بهر نهٔ ده ، دَ دې کتاب فصاحت و بلاغت ، علوم و معارف ، دَ غیبو خبرې ، احکام اؤ قوانین اؤ هغه پټ رازونه چې دَ الله دَ توفیق نه بغیر ورته دَ چا عقل ته نهٔ شی رسېدے ۔ دَ دې ټولو خبرو نه دا صفا معلومیږی چې داسې کتاب یو بنیادم یا دَ محدود علم څو بنیادمان پهٔ شریکه هرګز نهٔ شی لیکلے ۔ دا دَ کامل اؤ غیر محدود علم خبرې دی ۔
ف۱۰: دا دَ الله خاص فضل اؤ مهربانی ده چې دَ تاسو دَ هدایت دپاره ېٔ داسې کامل کتاب را واستؤلو ۔ بیا چې کوم خلق دَ دې نه منکر دی نو سره دَ دې چې الله تعالیٰ ته دَ هغوی جرم ښهٔ معلوم دے ، بیا هم سمدستی سزا نهٔ ورکوی۔ دا هم دَ الله تعالیٰ فضل اؤ مهربانی ده ۔
وَ قَالُوْا مَالِ هٰذَا الرَّسُوْلِ یَاْكُلُ الطَّعَامَ وَ یَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ١ؕ لَوْ لَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَلَكٌ فَیَكُوْنَ مَعَهٗ نَذِیْرًاۙ۷
ترجمه: اؤ دوی وائی دا څنګه رسول دے ، چې خوری خوراک اؤ ګرځی پهٔ بازارونو کښې، ف۱۱ ولې راکوزه نهٔ شوه دهٔ ته فرښته ۔ چې ورسره وې ویرؤنکے ۔
ف۱۱: یعنی چې زمونږ پهٔ شان خوری څښی اؤ پهٔ بازارونو کښې ګرځی نو پهٔ نو پهٔ مونږ اؤ پهٔ دهٔ کښې فرق څهٔ شو چې دې ځان ته دَ الله رسول وائی کهٔ پهٔ رښتیا دَ الله رسول دے نو دَ فرښتو پهٔ شان به دَ خوراک څښاک اؤ نورو دنیاوی غمونو نه بې غمه وهٔ ۔
اَوْ یُلْقٰۤی اِلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ تَكُوْنُ لَهٗ جَنَّةٌ یَّاْكُلُ مِنْهَا١ؕ وَ قَالَ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا۸
ترجمه: یا راغوزؤلے شوے وه دهٔ ته خزانه ، یا وې دَ دهٔ باغونه چې خوړې ېٔ دَ هغې نه ، ف۱۲ اؤ ووې ظالمانو تاسو خو تابعداری کویٔ دَ یو جادو وهلی سړی ۔ ف۱۳
ف۱۲: یا به ورسره الله تعالیٰ یوه فرښته مقرر کړے وه چې دَ دهٔ حفاظت ېٔ کؤلے اؤ دَ هغې فرښتې دَ ویرې خلقو دَ دهٔ خبره منلې اؤ کهٔ دا هم نهٔ وې نو چې یو غیبی خزانه وې ورسره اؤ پهٔ خلقو ېٔ ډېره ډېره وېشلې نو هم چا به ېٔ خبره منله ، اؤ کهٔ دا هم نهٔ وې نو کم از کم چې دَ نورو امیرانو غوندې یو خپل باغ خو ېٔ وې چې کهٔ نور چا ته ېٔ نهٔ ورکؤلے هم خپل ژوند خو به ېٔ پهٔ آرام وهٔ ۔ نو مونږ دا څنګه ومنو چې الله دَ خپل رسالت دپاره داسې یو غریب سړے خوښ کړو؟
ف۱۳: یعنی حالت خو ېٔ دا دے اؤ دعویٰ دومره غټه کوی چې زهٔ دَ الله خاص بنده اؤ استاذے یم ۔ نو بې دَ دې نه مونږ نور څهٔ وئیلی شو چې دماغ ېٔ خراب شوے دے هسې ګډې وډې وائی ۔ (نعوذ بالله)
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا۠۹
ترجمه: وګوره! څنګه تړی تا پورې مثالونه ۔ نو دوی داسې ګمراه شو چې اوس لار نهٔ شی موندې ف۱۴
ف۱۴: یعنی دا ظالمان کله خو دا وائی چې دې دَ دروغو دعویٰ کوی اؤ کله وائی چې دا کلام ورته بل څوک جوړوی ۔ کله وائی چې لېونے دے ۔ کله وائی چې ساحر دے ، شاعر دے ، کاهن دے پهٔ یوه خبره نه ټینګیږی ۔ ځکه چې یوه خبره هم ورته خپله بیا صحیح نه معلومیږی نو پهٔ پته نهٔ پوهیږی چې څهٔ الزام پرې ولګوی رو ګودر ترې خطا شوے دے څوک چې دَ انبیاؤ بې ادبی کوی دَ هغوی پهٔ سمه لار راوړېدو هېڅ طمع نشته ۔
تَبٰرَكَ الَّذِیْۤ اِنْ شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَیْرًا مِّنْ ذٰلِكَ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ۙ وَ یَجْعَلْ لَّكَ قُصُوْرًا۱۰
ترجمه: ډېر برکت دے دَ هغه ذات چې اراده وکړی نو جوړ به کړی تا ته دَ دې نه بهتر باغونه چې بهیږی به ترې لاندې نهرونه اؤ جوړې به کړی تا دپاره بنګلې ۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی دَ الله پهٔ خزانو کښې دَ هېڅ کمے نشته کهٔ هغه وغواړی نو یو باغ څهٔ وی ډېر باغونه به درکړی اؤ دَ دې نه ښهٔ باغونه کوم چې دوی یادوی ۔ هغه پهٔ هر څهٔ قادر دے ، لېکن فی الحال دَ حکمت تقاضا نهٔ ده ۔ باقی دَ کافرانو ټولې مطالبې کهٔ پوره کړې شی هم دوی ایمان نهٔ راؤړی بیا به بله څهٔ خبره ونیسی اؤ دَ پېغمبرﷺ دَ صداقت دپاره به دغه دلیلونه اؤ معجزې کافی دی کومې چې څرګندې شوی دی دَ دې نه زیاتی ضرورت نشته ۔
بَلْ كَذَّبُوْا بِالسَّاعَةِ١۫ وَ اَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِیْرًاۚ۱۱
ترجمه: بلکې دوی دروغ ګڼی قیامت اؤ تیار کړے دے ما دَ هغه چا دپاره چې دروغ ګڼی قیامت، اور ف۱۶
ف۱۶: یعنی دا خلق چې څهٔ مطالبې کوی پهٔ ښهٔ نیت اؤ دَ حق معلومؤلو دپاره ېٔ نهٔ کوی هسې شرارت اؤ تنګؤل ېٔ مقصد دے ۔ اؤ دا ځکه کوی چې دوی تر اوسه دَ قیامت پهٔ ورځ اؤ پهٔ جزا و سزا یقین نشته ۔ نو یاد دې لری چې دَ دوی پهٔ انکار حقیقت نهٔ بدلیږی ۔ قیامت به ضرور راځی اؤ دوی ته دَ دوزخ اور تیار پروت دے ۔
اِذَا رَاَتْهُمْ مِّنْ مَّكَانٍۭ بَعِیْدٍ سَمِعُوْا لَهَا تَغَیُّظًا وَّ زَفِیْرًا۱۲
ترجمه: کله چې به دوی ووینی دا اور دَ لرې نه اوری به دوی دَ دغه اور خوټکېدل اؤ غُورېدل ف۱۷
ف۱۷: یعنی دَ دوزخ اور به چې پهٔ محشر کښې دَ لرې نه دوزخیان ووینی نو دَ جوش نه به ډک شی اؤ دَ هغهٔ دَ غضبناک آوازونو اؤ پرشار پهٔ وجه به دَ ډېرو غټو زړهٔ ورو زړونه پرېوځی۔
وَ اِذَاۤ اُلْقُوْا مِنْهَا مَكَانًا ضَیِّقًا مُّقَرَّنِیْنَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُوْرًاؕ۱۳
ترجمه: اؤ کله چې دوی ور واچؤلے شی دَ دې اور یو تنګ ځائې ته څو څو پهٔ یو زنځیر تړلی شوی ، نو چغې به ووهی مرګ ته ف۱۸
ف۱۸: یعنی پهٔ دوزخ کښې به دَ هر مجرم دپاره یو خاص ځائې وی چې خوزېدے به ترې نهٔ شی اؤ دَ یو قسم ګڼ مجرمان به پهٔ یو زنځیر کښې تړلی پراتهٔ وی ۔ پهٔ دغه وخت به دَ ډېر تکلیف نه چغې وی اؤ دَ مرګ ارمان به کوی چې کهٔ پهٔ مرګ دَ دې تکلیف نه خلاص شو دا خو دَ مرګ نه زیات دے۔
لَا تَدْعُوا الْیَوْمَ ثُبُوْرًا وَّاحِدًا وَّ ادْعُوْا ثُبُوْرًا كَثِیْرًا۱۴
ترجمه: چغې مهٔ وهیٔ نن یو مرګ ته ، چغې ووهیٔ ډېرو مرګونو ته ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی کهٔ مړهٔ شو نو دَ دې سختې نه به خلاص شو دا خو هر وخت دَ مرګ نه زیاته سخته ده (فرښتې به ورته ووائی چې اوس مرګ ته چغې مهٔ وهیٔ ۔ یو ځل مړهٔ شوی ییٔ اوس بیا مرګ نشته ۔ کهٔ زر ځله چغې ووهیٔ هم اوس به همېشه پهٔ دې عذاب کښې پراتهٔ ییٔ خلاصې مو نشته)
قُلْ اَذٰلِكَ خَیْرٌ اَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ١ؕ كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَّ مَصِیْرًا۱۵
ترجمه: ورته ووایه ، ښه نو دا بهتره ده اؤ کهٔ دَ همېشه وسېدو هغه باغونه چې وعده ېٔ شوے پرهېزګارو سره؟ ف۲۰ وی به دا دَ دوی بدله اؤ دَ واپس کېدو ځائې ۔
ف۲۰: یعنی دَ رسول اللهﷺ تکذیب کؤنکیو (کافرانو) سزا خو مو واؤرېده نو اوس خپله فیصله وکړیٔ چې دغه مال مو خوښ دے اؤ کهٔ ایمان راؤړیٔ اؤ دَ ایماندارو سره چې دَ کومو باغونو اؤ نعمتونو وعده شوے ده هغه مو خوښ دی دَ هغې دَ حاصلؤلو کوشش کویٔ ۔
لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ خٰلِدِیْنَ١ؕ كَانَ عَلٰی رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔوْلًا۱۶
ترجمه: دوی دپاره به وی پهٔ دې کښې څهٔ چې غواړی، ف۲۱ وسی به پکښې همېشه ۔ شوه دا ستا دَ رب پهٔ ذمه وعده غوښتونی پوره کیدونی ۔ ف۲۲
ف۲۱: څهٔ چې غواړی هغه به ورته حاضروی ۔ (اؤ هر جنتی به غواړی هغه شے کوم چې دَ هغهٔ دَ درجې مناسب وی) ۔
ف۲۲: ”وَعْدًا مَّسْئُوْلًا“ نه مطلب پخه وعده ده چې الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل پهٔ ځان خپله ضروری کړے ده ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې پرهېزګار به دَ الله دَ دغې وعدې دَ پوره کؤلو سوالونه کوی اؤ الله تعالیٰ به ېٔ دا سوالونه قبلوی ۔ لکه دعا چې ده ”رَبَّنَا وَ اٰتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلٰی رُسُلِكَ“ (اے الله تا چې دَ رسولانو پهٔ خلهٔ راسره کومه وعده کړے ده هغه انعامونه راکړې)
وَ یَوْمَ یَحْشُرُهُمْ وَ مَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَقُوْلُ ءَاَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰۤؤُلَآءِ اَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِیْلَؕ۱۷
ترجمه: اؤ پهٔ کومه ورځ چې به راجمع کړی دوی اؤ دَ چا چې دوی عبادت کؤلو دَ الله نه سوا ، بیا به (الله هغو ته ووائی ، آیا تاسو ګمراه کړی وو زما بندیان ، اؤ کهٔ دوی پخپله لار خطا کړے وه؟ ف۲۳
ف۲۳: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به الله تعالیٰ ټول مخلوق راجمع کړی اؤ دَ مشرکانو پهٔ مخکښې به دَ هغوی دَ معبودانو نه تپوس وکړی چې آیا تاسو دوی ته دَ شرک اؤ کفر لار ښیٔلے وه اؤ کهٔ دوی پهٔ خپله بې وقوفیٔ خپله سمه لاره خطا کړے وه؟
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ مَا كَانَ یَنْۢبَغِیْ لَنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ مِنْ دُوْنِكَ مِنْ اَوْلِیَآءَ وَ لٰكِنْ مَّتَّعْتَهُمْ وَ اٰبَآءَهُمْ حَتّٰی نَسُوا الذِّكْرَ١ۚ وَ كَانُوْا قَوْمًۢا بُوْرًا۱۸
ترجمه: هغوی به ووائی ، تهٔ پاک ئ مونږ دا نهٔ شوه کؤلے چې نیؤلے مو وې ستا نه غیر بل څوک خپل ملګرے ۔ ف۲۴ لېکن تا رسؤلے وه فائده دوی ته اؤ دَ دوی پلار نیکهٔ ته تر دې چې هېر ېٔ کړو ستا یاد ، اؤ دا خلق وو تباه کیدونکی ۔ ف۲۵
ف۲۴: یعنی زمونږ څهٔ طاقت وهٔ چې خپل رب به مو پرېښو اؤ بل څوک به مو خپل مددګار ګڼلو ۔ بیا چې مونږ دَ خپل ځان دپاره دَ تا نه غیر بله اسره نهٔ لیده ۔ نو بل چا ته به مو څنګه وې چې مونږ خپل معبودان اؤ حاجت روا وګڼیٔ؟
ف۲۵: حقیقت دا دے چې دا بدبخته دَ خپلې بدقسمتیٔ پهٔ وجه خپله تباهیٔ طرف ته روان وو ۔ تباهی ېٔ پهٔ خپل نصیب لیک ده ۔ ظاهری سبب ېٔ دا شو چې دَ دنیا پهٔ عیش اؤ آرام کښې مشغول شو اؤ ډېرې مستیٔ کښې ترېنه دَ خپل خالق یادؤل پاتی شو ، غافل شو اؤ دَ کبر پهٔ وجه ېٔ دَ پېغمبرانو نصیحت ته غوږ نهٔ کښېښو نو خپله تباه شو ۔ اؤ تا چې پهٔ خپل فضل و کرم ورته څومره دَ دنیا نعمتونه اؤ آرام و راحت ورکؤلو ، دومره دَ دوی پهٔ غفلت کښې زیاتے راتلو ۔ حق خو دا وهٔ چې دوی دَ نعمتونو شکریه ادا کړے وې اؤ احسان ېٔ منلے وې خو دې بدقسمتو دَ ناشکریٔ لار اختیار کړه اؤ دَ خپله لاسه ېٔ ځان تباه کړو ۔
فَقَدْ كَذَّبُوْكُمْ بِمَا تَقُوْلُوْنَ١ۙ فَمَا تَسْتَطِیْعُوْنَ صَرْفًا وَّ لَا نَصْرًا١ۚ وَ مَنْ یَّظْلِمْ مِّنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِیْرًا۱۹
ترجمه: نو دوی خو دروغژن کړیٔ تاسو ستاسو پهٔ خبرو کښې ۔ ف۲۶ اوس ېٔ نهٔ تاسو واپس کؤلے شیٔ اؤ نهٔ ېٔ مدد کؤلے شیٔ ۔ ف۲۷ اؤ څوک چې پهٔ تاسو کښې ګناهګار وی نو مونږ پرې څکو خوند دَ لوئی عذاب ۔ ف۲۸
ف۲۶: دا به دَ الله دَ طرف نه مشرکانو ته ووئیلی شی چې تاسو خو پهٔ دنیا کښې دَ دې څیزونو عبادت کؤلو اؤ پهٔ دوی مو اعتبار کؤلو چې پهٔ سخته کښې به راسره امداد کوی نو اوس مو خپله واؤرېدل چې دوی ستاسو دَ امداد نه انکار کوی ۔
ف۲۷: نو اوس خو تاسو نهٔ واپس دنیا ته تلې شیٔ چې دَ دې معبودانو نه دَ بیزاریٔ اظهار وکړیٔ اؤ دَ اصلی خالق اؤ مالک عبادت وکړیٔ اؤ نهٔ دَ یو بل څهٔ امداد کؤلے شیٔ اوس پهٔ دوزخ کښې پراتهٔ وسیٔ اؤ دَ خپل عمل سزا څکیٔ ۔
ف۲۸: شاید چې دلته دَ ظلم نه مراد شرک دے اؤ کېدے شی چې هر قسم ظلم اؤ ګناه ترېنه مراد وی ۔ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ ضرورت دپاره بازار ته تلل دَ بزرګیٔ اؤ پاکیٔ دَ شان نه خلاف نهٔ دی ۔ بلکې کهٔ څوک دَ کبر اؤ ځان لوئی ګڼلو پهٔ وجه بازار ته نهٔ ځی نو دا خبره دَ بزرګیٔ دَ شان خلاف ده (چې پېغمبران بازارونو ته تلل نو دَ پېغمبر نه بزرګ اؤ پاک بل څوک کېدے شی؟
وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّاۤ اِنَّهُمْ لَیَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَ یَمْشُوْنَ فِی الْاَسْوَاقِ١ؕ وَ جَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً١ؕ اَتَصْبِرُوْنَ١ۚ وَ كَانَ رَبُّكَ بَصِیْرًا۠۲۰
ترجمه: اؤ څومره رسولان چې مونږ راستؤلی ستا نه مخکښې نو هغوی ټولو خوړو خوراک ، اؤ ګرځېدل پهٔ بازارونو کښې ۔ ف۲۹ اؤ ګرځؤلی ییٔ تاسو دَ یو بل دپاره ازمېښت ، چې آیا تاسو صبر کؤلے شیٔ ، ف۳۰ اؤ ستا رب هر څهٔ وینی ۔ ف۳۱
ف۲۹: مخکښې آیت کښې چې دَ مشرکانو قول نقل شوے وهٔ چې ”مَا لِهٰذَا الرَّسُوْلِ یَأْکُلُ الطَّعَامَ وَ یَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ“ (دا څنګه رسول دے چې زمونږ غوندې خوراک خوری اؤ پهٔ بازارونو کښې ګرځی ۔ دا آیت دَ هغوی دَ دغې خبرې ځواب دے چې دَ دې رسول نه مخکښې هم ما دنیا ته رسولان راستؤلی وو ټول هم دغه شان بنیادم وو ۔ خوراک ېٔ خوړو اؤ پهٔ بازارونو کښې ګرځېدل ۔ فرښتې نهٔ وې چې دَ دې ضرورت نه بې غمه وې ۔
ف۳۰: یعنی پېغمبران راځی دَ کافرانو دَ امتحان دپاره چې څوک پکښې ایمان راوړی اؤ کافران وی دَ پېغمبرانو دَ صبر دَ امتحان دپاره ، اوس به کتې شی چې دَ کافرانو پهٔ خراب سلوک اؤ فضول خبرو تاسو تر کومې صبر کؤلے شیٔ ۔
ف۳۱: هغه هر څهٔ وینی ، دَ کافرانو زور زیاتے هم وینی اؤ دَ پېغمبرانو اؤ ایماندارو دَ صبر حال هم هغهٔ ته ښکاره دے ۔ هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکوی ۔