پارہ 17

سُورَۃُ الْاَنْۢبِیَآءِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ مِائَۃٌ وَّ اِثْنَتَا عَشَرَةَ اٰیَۃً وَّ سَبْعُ رُکُوْعَاتٍ ۔

ترجمه: سورتِ انبيآء مکه کښې نازل شوے, یو سل دولس (۱۱۲) آیتونه اؤ ووهٔ (۷) رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔

اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَ هُمْ فِیْ غَفْلَةٍ مُّعْرِضُوْنَۚ۝۱

ترجمه: نژدے راغلو خلقو ته دَ دوی دَ حساب وخت اؤ دوی ترې پهٔ غفلت کښې مخ اړوی ف۱

ف۱: یعنی دَ حساب کتاب اؤ بدلے ورکؤلو (دَ قیامت ورځ) پهٔ سر راغله اؤ دا مشرکان هغه شان دَ غفلت پهٔ خوب وودهٔ پراتهٔ دی۔ دَ آخرت دپاره هېڅ تیارې نهٔ کوی ۔ اؤ چې څوک ېٔ بیداروی اؤ دَ الله آیتونه ورته اوروی نو دوی ترې مخ اړوی اؤ نهٔ ېٔ اوری لکه چې دوی به هډو دَ الله پهٔ دربار کښې پیش کیږی نه اؤ نهٔ به ترې دَ اعمالو تپوس کیږی ۔

مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنْ رَّبِّهِمْ مُّحْدَثٍ اِلَّا اسْتَمَعُوْهُ وَ هُمْ یَلْعَبُوْنَۙ۝۲

ترجمه: نهٔ را رسی دوی ته هېڅ یو نصیحت دَ دوی دَ رب له طرفه نوے (نازل شوے) مګر دوی هغه اوری اؤ داسې حال کښې چې دوی لوبې کوی ،

لَاهِیَةً قُلُوْبُهُمْ١ؕ وَ اَسَرُّوا النَّجْوَی١ۖۗ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا١ۖۗ هَلْ هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ١ۚ اَفَتَاْتُوْنَ السِّحْرَ وَ اَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ۝۳

ترجمه: مشغول پهٔ لوبو کښې دَ دوی زړونه ف۲ اؤ پټ مصلحت وکړو دې بې انصافو ، چې دا څوک دے خو ستاسو غوندې یو بنده دے ۔ بیا تاسو ولې نښلیٔ دَ دهٔ پهٔ جادو کښې پهٔ غړېدلو سترګو ، ف۳

ف۲: یعنی دَ قرآن نصیحتونه اؤ قیمتی خبرې داسې اوری لکه فضول دَ لوبو خبرې چې اوری ۔ کهٔ پهٔ غور ېٔ اورېدلے وې اؤ څهٔ سوچ ېٔ پرې کړے وې نو فائده به ېٔ ورکړے وهٔ ۔ خو چې زړهٔ ېٔ غافل وی اؤ خوشیو کښې ډوب وی نو هغه سوچ کله کؤلے شی ۔

ف۳: چې پهٔ نصیحت اورېدو تنګ شو نو ځنو بې انصافو پټه صلاح وکړه چې دا پېغمبر خو هم زمونږ پهٔ شان بنیادم دے ۔ نهٔ فرښته ده اؤ نهٔ زمونږ نه څهٔ جدا بل شان بنیادم دے ۔ البته دَ دهٔ خبرې پهٔ خلقو اثر کوی نو دا ضرور دَ دهٔ سره څهٔ جادو دے چې خلق پکښې راګېر دی ۔ نو ښهٔ دا ده چې هډو څوک نژدے نهٔ ورځی چې دَ دهٔ جادو پرې اثر نهٔ شی کؤلے ۔ پهٔ غړېدلو سترګو ځان جادو کښې ګېرویٔ ۔ قرآن شریف ته ېٔ جادو ځکه وې چې چا به پهٔ غور سره واؤرېدو نو اثر به ېٔ پرې ضرور کؤلو ۔ اؤ چا چې پرې یو ځل ایمان راؤړو نو کهٔ مشرکانو به پرې هر څومره سختی کؤله هغه به بیا دَ اوړېدو نهٔ وهٔ ۔ نو دې جاهلانو به وې چې دا خلق دَ جادو پهٔ طاقت کښې ګېر شوی دی ځان ترې خلاصؤلے نهٔ شی ۔ اؤ پټه صلاح ېٔ ځکه کؤله چې دَ چالاک دښمن دا طریقه وی چې خپل ځان نهٔ څرګندوی نو پټ پټ جال خوروی ۔

قٰلَ رَبِّیْ یَعْلَمُ الْقَوْلَ فِی السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ١٘ وَ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ۝۴

ترجمه: هغهٔ ووې زما رب خبر دے پهٔ هره خبره کهٔ پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ کهٔ پهٔ زمکه اؤ هغه دے ښهٔ اورېدونکے ښهٔ پوهېدونکے ۔ ف۴

ف۴: رسول اکرمﷺ ورته وفرمائیل چې تاسو کهٔ هر څومره پټې صلاح ګانې وکړیٔ الله تعالیٰ پهٔ هر څهٔ خبر دے ۔ پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې هېڅ شے دَ هغهٔ دَ علم نه بهر نشته ۔ کهٔ تاسو ډېرې پټې خبرې وکړیٔ خو دَ الله نه ېٔ نهٔ شیٔ پټؤلے ۔

بَلْ قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍۭ بَلِ افْتَرٰىهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ١ۖۚ فَلْیَاْتِنَا بِاٰیَةٍ كَمَاۤ اُرْسِلَ الْاَوَّلُوْنَ۝۵

ترجمه: بلکې دوی وائی دا خو ګډ وډ خوبونه دی ، نه بلکې دې دروغ جوړوی ۔ نه بلکې دې خو شاعر دے ۔ بیا پکار ده چې دې راوړی مونږ ته څهٔ نښانه څنګه چې پیغام راؤړے وهٔ مخکښې (پېغمبرانو)۔ ف۵

ف۵: دَ قرآن پهٔ اورېدو به داسې بد حواسه شو چې پهٔ یوه خبره نهٔ ټینګېدل ۔ کله به ېٔ وې هسې ګډ وډ خوبونه دی ۔ کله به ېٔ وې جادو دے ۔ کله به ېٔ وې نه دا خو شاعرانه خیالات دی ۔ اؤ (نعوذ بالله) رسول کریمﷺ یو ښهٔ شاعر دے دَ خپل ځانه مزیدارې جملې جوړوی اؤ بیا دروغ وائی چې دا الله راستولی دی ۔ کهٔ دې واقعی دَ الله رسول وی نو پکار ده چې دې هم مونږ ته یو داسې معجزه وښیٔ لکه مخکښینیو رسولانو چې خپلو قومونو ته ښیٔلې وې۔ دا ېٔ هم هسې دَ ضد اؤ دښمنیٔ نه وې ۔ ګنی دَ مکّې معظّمې جاهلانو ته دَ مخکښېنیو پېغمبرانو معجزې څهٔ معلومې وې؟ بل دا چې حضور اکرمﷺ هم پهٔ سوونو معجزې څرګندې کړے وې خو دَ ټولو نه غټه معجزه خپله دا قرآن وهٔ ۔ اؤ دا مشرکان خپله هم پهٔ زړهٔ کښې پوهېدل چې دا قرآن نهٔ خو فضول خبرې دی اؤ نهٔ شعر یا جادو دے ځکه به پهٔ یوه خبره نهٔ ټینګېدل ۔ ”اُنْظُرْ کَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا“ (سوره فرقان ، رکوع ۱)

مَاۤ اٰمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا١ۚ اَفَهُمْ یُؤْمِنُوْنَ۝۶

ترجمه: ونهٔ منله دَ دوی نه مخکښې هېڅ یو کلی چې مونږ تباه کړل ، نو آیا دوی به ېٔ ومنی ۔ ف۶

ف۶: یعنی مخکښینیو قومونو ته دَ هغو پهٔ مطالبه معجزې وښیٔلے شوې خو هغو ورباندې بیا هم یقین ونهٔ کړو نو عذاب ورباندې راغلو اؤ ټول تباه شو ۔ کهٔ دَ دې مشرکانو مطالبه هم ومنلې شی اؤ کومې معجزې چې دوی غواړی هغه ورته وښیٔلی شی نو دوی به هم یقین ونهٔ کړی ۔ نو دَ قدرت دَ عام قانون موافق به دَ عام عذاب حقدار شی اؤ دَ خداوند کریم دَ حکمت تقاضا دا ده چې فی الحال دا قوم تباه نهٔ شی ۔ (ځکه دَ دوی فرمائش نهٔ پوره کوی)۔

وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ۝۷

ترجمه: اؤ نهٔ دے پیغام راستؤلے مونږ ستا مخکښې مګر هم دَ سړیو پهٔ لاس چې وحې به مو راستؤله هغوی ته ، نو تپوس وکړیٔ دَ یاد لرونکیو خلقو نه ، کهٔ تاسو نهٔ پوهېږیٔ ۔ ف۷

ف۷: دا دَ کافرو دَ هغې خبرې (چې دې خو هم زمونږ پهٔ شان بنیادم دے) ځواب دے یعنی مخکښینیو قومونو ته چې کوم رسولان راغلی وو هغه هم فرښتې نهٔ وې ۔ هم دغه شان سړی وو ۔ کهٔ دا دومره غټه خبره هم تاسو ته نهٔ وی معلومه نو دَ چا هوښیارو نه تپوس وکړیٔ ۔ آخر اهلِ کتاب یهود اؤ نصارٰی خو دَ تاسو سره وسی ۔ دومره قدر تپوس ترېنه وکړیٔ چې دَ ستاسو رسولان بنیادم وو کهٔ فرښتې یا بل څهٔ؟

وَ مَا جَعَلْنٰهُمْ جَسَدًا لَّا یَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَ مَا كَانُوْا خٰلِدِیْنَ۝۸

ترجمه: اؤ نهٔ وهٔ جوړ کړے مونږ دَ هغوی بدن داسې چې نهٔ خوری خوراک ۔ اؤ نهٔ وو هغوی همېشه پاتی کیدونکی ۔ ف۸

ف۸: یعنی دَ بنیادمو ټول خاصیتونه پکښې موجود وو ۔ دَ فرښتو پهٔ شان بدن ېٔ نهٔ وهٔ چې دَ خوراک څښاک حاجت ورته نهٔ وی ۔ خدایان نهٔ وو چې همېشه ژوندی وې اؤ مرګ یا فنا پرې نهٔ راتلې ۔

ثُمَّ صَدَقْنٰهُمُ الْوَعْدَ فَاَنْجَیْنٰهُمْ وَ مَنْ نَّشَآءُ وَ اَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِیْنَ۝۹

ترجمه: بیا رښتیا کړه مونږ دَ هغوی وعده اؤ بچ مو کړل هغوی اؤ څوک چې مو خوښ وو ، اؤ تباه مو کړل دَ حد نه وتونکی ۔ ف۹

ف۹: البته دَ نورو بندیانو نه پهٔ دې کښې جدا وو ۔ چې دوی الله پاک دَ نورو بندیانو دَ اصلاح دپاره راستؤلی وو ۔ دَ الله دَ طرف نه به پرې وحې راتله اؤ دَ هغې موافق به ېٔ خلقو ته هدایت کؤلو ۔ دَ ظاهری بې سرو سامانیٔ سره به ېٔ دَ دښمنانو پهٔ مقابله کښې دَ خپلو ملګریو سره دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه دَ امداد اؤ کامیابیٔ وعدې کؤلے نو الله تعالیٰ خپلې وعدې رښتونې کړې اؤ دغه رسولان ېٔ دَ خپلو ملګریو سره بچ کړل اؤ دَ هغوی طاقتور اؤ کبرژن دښمنان ېٔ تباه و برباد کړل ۔ بېشکه نبی آخر الزمانﷺ هم بنیادم دے خو دَ الله رسول دے ۔ دَ مخلوق دَ هدایت دپاره راغلے دے اؤ دَ الله تعالیٰ امداد اؤ ملګرتیا ورسره ده ۔ نو دَ دهٔ مخالفین دې هم پهٔ خپل انجام غور وکړی اؤ دَ مخکښینیو قومونو دَ تاریخ نه دې سبق واخلی چې چرته دَ آخرت دَ عذاب نه وړومبے ورباندې پهٔ دنیا کښې عذاب رانهٔ شی اؤ دَ تېرو قومونو پهٔ شان تباه و برباد نهٔ شی ۔

لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ كِتٰبًا فِیْهِ ذِكْرُكُمْ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۠۝۱۰

ترجمه: مونږ نازل کړو تاسو ته کتاب چې پکښې ستاسو ذکر دے ، آیا تاسو نهٔ پوهېږیٔ ۔ ف۱۰

ف۱۰: یعنی دَ قرآن پهٔ ذریعه تاسو ته پوره پوره نصیحت وشو اؤ ښهٔ بد درته څرګند کړی شو ۔ اوس کهٔ تاسو کښې عقل وی نو دَ الله دَ عذاب نه به دَ ځان بچ کؤلو کوشش وکړیٔ اؤ دَ قرآن قدر و عزت به وپېژنیٔ ۔ دَ قرآن عزت پهٔ اصل کښې هم دَ ستاسو عزت دے ۔ ځکه چې دَ ستاسو پهٔ ژبه عربیٔ کښې هم دَ ستاسو دَ قوم پهٔ یو بهترین فرد نازل شوے دے اؤ دنیا کښې ېٔ تاسو ته دائمی شهرت اؤ عزت درکړو ۔ کهٔ دَ خپل داسې محسن قدر ونهٔ کړیٔ نو پهٔ دنیا کښې به هم خوار اؤ ذلیل شیٔ اؤ دَ آخرت عذاب خو لا جدا دے ۔ مخکښې بیا دَ هغه قومونو حالت بیان شوے دے چا چې دَ نبیانو پهٔ دښمنیٔ کښې ځانونه تباه کړی دی ۔

وَ كَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْیَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَّ اَنْشَاْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ۝۱۱

ترجمه: اؤ مونږ څنګه ذرې ذرې کړل کلی چې وو ظالمان اؤ راپورته مو کړل دَ هغوی نه پس نور قومونه ۔ ف۱۱

ف۱۱: یعنی دا نهٔ چې دَ هغو پهٔ تباهیٔ دَ الله دنیا ورانه شوه دَ هغوی پهٔ ځائې پهٔ زمکه نور قومونه آباد شول ۔

فَلَمَّاۤ اَحَسُّوْا بَاْسَنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَرْكُضُوْنَؕ۝۱۲

ترجمه: بیا کله چې محسوس کړو هغوی زمونږ له طرفه آفت نو ناڅاپه ېٔ ترې پهٔ منډو شروع وکړه ۔

لَا تَرْكُضُوْا وَ ارْجِعُوْۤا اِلٰی مَاۤ اُتْرِفْتُمْ فِیْهِ وَ مَسٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُوْنَ۝۱۳

ترجمه: مهٔ تښتیٔ اؤ واپس شیٔ هغه ځائې ته چې عیش مو پکښې کؤلو اؤ خپلو کورونو ته شاید چې څوک ستاسو تپوس وکړی ، ف۱۲

ف۱۲: یعنی کله چې دَ عذاب علامې ښکاره شوې نو دَ تښتېدو کوشش ېٔ کؤلو چې ځان خلاص کړی نو هغه وخت ورته آواز وشو چې تښتیٔ چرته ودرېږیٔ ، خپلو کورونو ته واپس شیٔ چرته چې مو دَ عیش سامان جمع کړے وهٔ ۔ شاید چې هلته درنه څوک تپوس وکړی چې (۱) جناب والا هغه دَ مال دولت اؤ زور قوت نشه دې څهٔ شوه؟ هغه دَ عیش سامان دې چرته لاړو؟ کوم نعمتونه چې الله درکړی وو دَ هغې دې څهٔ قدر وکړو؟ (۲) یا دا چې تهٔ خو لوئے سړے وې پهٔ هره خبره کښې به درنه خلقو تپوس کؤلو ۔ ستا اجازت به ېٔ غوښتو ۔ نو اوس چرته ځې؟ پهٔ خپل ځائې کښېنه شاید چې څوک درنه دَ څهٔ خبرې تپوس ته راشی ۔

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ۝۱۴

ترجمه: هغوی ووې هائے افسوس بېشکه مونږ وو ګنهګار ۔

فَمَا زَالَتْ تِّلْكَ دَعْوٰىهُمْ حَتّٰی جَعَلْنٰهُمْ حَصِیْدًا خٰمِدِیْنَ۝۱۵

ترجمه: بیا هم دغه شان وهٔ دَ دوی فریاد تر دې چې مونږ ډېرے کړو ریبلی شوی یخ پراتهٔ ۔ ف۱۳

ف۱۳: چې عذاب ېٔ پهٔ سترګو ولېدو نو سترګې ېٔ وغړېدې ۔ دَ خپلو ګناهونو اقرار ېٔ وکړو چغې ېٔ ووهلې چې واقعی مونږ پهٔ غلطه وو ۔ خو اوس دَ پښېمانیٔ څهٔ فائده نهٔ وه ۔ دَ توبې قبلېدو وخت ختم وهٔ ۔ آخر داسې تباه شو لکه فصل چې ورېبلے شی اؤ پټی کښې خور وور پروت وی یا لکه چې لرګے پهٔ اور کښې وسوزی تشه ایره ېٔ پاتې شی ۔

وَ مَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ۝۱۶

ترجمه: اؤ نهٔ دی پیدا کړی مونږ آسمانونه اؤ زمکه اؤ څهٔ چې دَ دوی ترمینځه دی پهٔ لوبو کښې ۔ ف۱۴

ف۱۴: یعنی دا دنیا هسې بې مقصده نهٔ ده پیدا شوے لکه واړهٔ چې لوبو کښې بې فائدې څیزونه جوړ کړی بیا ېٔ وران کړی ۔ نو هوښیارانو ته پکار دی چې دَ دنیا دَ تخلیق پهٔ غرض ځان پوهه کړی اؤ دَ خپل انجام فکر وکړی ۔ دا دنیا دې هسې لوبې نهٔ ګڼی چې ځه ختمه شوه خبره خلاصه شوه ۔ پهٔ دې دې پوهه شی چې دا دنیا دَ آخرت دپاره پیدا شوے ده اؤ دَ دې دَ ختمېدو نه پس به دَ آخرت ژوند شروع کیږی اؤ دې دنیا کښې چې چا څهٔ نیک و بد کارونه کړی دی دَ هغې بدله به ورکؤلے شی اؤ دَ دې ژوند دَ ذرې ذرې حساب به ورسره کیږی ۔

لَوْ اَرَدْنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّاۤ١ۖۗ اِنْ كُنَّا فٰعِلِیْنَ۝۱۷

ترجمه: اؤ کهٔ مونږ غوښتے چې جوړ کړو څهٔ دَ لوبو څیزونه نو جوړ کړی به مو وو ځان سره ، کهٔ چرې مونږ داسې کار کؤلے ۔

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَی الْبَاطِلِ فَیَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ١ؕ وَ لَكُمُ الْوَیْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ۝۱۸

ترجمه: داسې نهٔ ده بلکې مونږ ور اچوؤ حق پهٔ باطل باندې ۔ بیا دغه سر مات کړی دَ باطل ، نو هغه ورک شی ، اؤ تاسو دپاره تباهی ده دَ دغه خبرو پهٔ وجه چې تاسو ېٔ بیانویٔ ۔ ف۱۵

ف۱۵: یعنی بالفرض کهٔ داسې دَ لوبو اؤ فضول کارونه زمونږ دَ شان سره مناسب وې اؤ ځان دپاره مو داسې څهٔ مشغولا جوړؤلے نو هم پهٔ خپل حکم اؤ پهٔ خپل قدرت به مو کؤلو ، ستاسو دَ خبرو اؤ جګړو به پکښې څهٔ دخل نهٔ وهٔ ۔ لېکن واقعه دا ده چې دا دنیا هسې دَ لوبو تماشه نهٔ ده بلکې دَ حق اؤ باطل میدانِ جنګ دے چې حق پکښې دَ باطل سر ماتوی اؤ باطل دَ دنیا نه ورکوی نو اوس اے مشرکانو تاسو هم پهٔ خپل انجام سوچ وکړیٔ کله کهٔ درباندې دَ حق ګوله راخلاصه شوه نو بیا به دَ تېښتې لارې نهٔ مومیٔ اؤ هېڅ طاقت به مو نهٔ شی بچ کؤلے ۔

تنبیه: دَ دې آیت تفسیر ډېر قسمه شوے دے ۔ مفسرانو پکښې ډېر وږدهٔ وږدهٔ بیانونه کړی دی خو (علامه عثمانیؒ فرمائی چې) زما پهٔ خیال چې دَ وړاندې وروستو آیتونو سره کومه معنٰی زیاته نژدے اؤ واضحه ده هغه مې بیان کړه اؤ دَ ”مِنْ لَّدُنَّا“ اؤ ”اِنْ کُنَّا“ قیدونو طرف ته مې پکښې لطیفه اشاره وکړه ۔ والله اعلم ۔

وَ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ مَنْ عِنْدَهٗ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَ لَا یَسْتَحْسِرُوْنَۚ۝۱۹

ترجمه: اؤ هم دَ هغهٔ دی څوک چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې دی ۔ ف۱۶ اؤ څوک چې هغهٔ سره نژدے دی ، نهٔ سرکشی کوی دَ هغهٔ دَ عبادت نه اؤ نهٔ سستی کوی ۔

ف۱۶: یعنی څوک چې پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې دی دا ټول دَ الله تعالیٰ مملوک اؤ غلامان دی نو بیا کهٔ هم هغه ېٔ تباه کؤل وغواړی نو څوک ېٔ ترېنه بچ کؤلے شی؟

یُسَبِّحُوْنَ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ لَا یَفْتُرُوْنَ۝۲۰

ترجمه: پاکی بیانوی دَ الله شپه اؤ ورځ نهٔ ستړې کیږی ۔ ف۱۷

ف۱۷: یعنی فرښتې سره دَ دې چې الله ته ډېرې نژدے دی اؤ دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې ېٔ لویه مرتبه ده ۔ بیا هم یوه ذره کبر اؤ لوئی نهٔ کوی ۔ دَ خپل مولیٰ پهٔ غلامیٔ فخر کوی اؤ شپه ورځ پهٔ عبادت کښې مشغولې وی ۔ نهٔ سستی کوی اؤ نهٔ ستړی کیږی بلکې تسبیح اؤ ذکر دَ هغوی دپاره غذا ده ۔ څنګه چې مونږ هر وخت ساه اخلو ۔ کهٔ پهٔ څهٔ کار کښې لګیا یو هم اؤ کهٔ څهٔ کار نهٔ کوؤ هم ۔ دغه شان حال دَ هغوی دَ ذکر اؤ تسبیح هم دے ۔ کهٔ دَ الله دَ طرف نه ورته دَ څهٔ کار پوره کؤلو حکم وی پهٔ هغه خدمت کښې لګیا وی هم دَ ذکر نه غافلې نهٔ وی ۔ لکه څنګه چې مونږ دَ کار پهٔ وخت کښې هم ساه اخلو دغه شان هغوی دَ کار پهٔ وخت کښې هم ذکر کوی اؤ یو ساعت دَ ذکر نه غفلت نهٔ کوی ۔ هر کله چې پاکې فرښتې دَ ذکر اؤ عبادت دومره کوشش کوی نو خطا کار بنیادم ته خو دَ دې نه زیات کوشش پکار دے ۔

اَمِ اتَّخَذُوْۤا اٰلِهَةً مِّنَ الْاَرْضِ هُمْ یُنْشِرُوْنَ۝۲۱

ترجمه: ولې دوی جوړ کړی دی نور معبودان پهٔ زمکه کښې ، چې هغوی به ېٔ بیا را ژوندی کوی ، ف۱۸

ف۱۸: یعنی هر کله چې دَ آسمان فرښتې هر وخت دَ الله پهٔ ذکر کښې مشغولې دی اؤ دَ الله پهٔ بندګیٔ فخر کوی ۔ نو آیا بیا پهٔ زمکه داسې مخلوق هم شته؟ چې دَ الله پهٔ مقابله کښې ېٔ عبادت وکړې شی اؤ الله ورته ووئیلی شی چې کهٔ چرې الله پاک دغه مخلوق پهٔ څهٔ عذاب هلاک کړی نو ګنی دغه باطل معبودان به ېٔ بیا ژوندی کړې شی؟ هرګز داسې نهٔ ده ۔

لَوْ كَانَ فِیْهِمَاۤ اٰلِهَةٌ اِلَّا اللّٰهُ لَفَسَدَتَا١ۚ فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ۝۲۲

ترجمه: کهٔ چرې وې پهٔ دې دواړو کښې نور معبودان غیر دَ الله نو دا دواړه به خراب شوی وو۔ ف۱۹ نو پاک دے الله دَ عرش مالک دَ دې خبرو نه چې دوی ېٔ وائی ۔ ف۲۰

ف۱۹: دا پهٔ توحید باندې یو مضبوط اؤ واضح دلیل دے چې قرآن کریم پهٔ خپل خاص طرز پهٔ مختصرو الفاظو کښې پیش کړے دے ۔ دَ دې پهٔ مطلب داسې ځان پوهه کړیٔ چې عبادت نوم دے دَ انتهائی عاجزیٔ ، اؤ کامله اؤ انتهائی عاجزی دَ هغه ذات مخکښې پکار ده کوم چې پهٔ خپل ذات اؤ صفاتو کښې دَ هر قسم نه کامل وی چې هغهٔ ته الله وئیلی شی ۔ نو ضروری ده چې دا ذات دې دَ هر قسم عیب اؤ نقصان نه پاک وی اؤ پهٔ هېڅ حیثیت کښې دې ناقص ، بې کاره یا کمزورے نهٔ وی ۔ نهٔ دې ورباندې څوک غالب وی اؤ نهٔ دې ېٔ پهٔ هېڅ کار کښې څوک څهٔ خنډ اچؤلے شی ۔ پهٔ هر کار کښې دې مختار اؤ آزاد وی اؤ یواځې دَ هغهٔ رضا دې چلیږی ۔ نو اوس فرض کړیٔ کهٔ پهٔ آسمانونو اؤ زمکه کښې یعنی پهٔ دې دنیا کښې دوه خدایان وی نو دواړه به دغه شان مختارِ کل اؤ کامل وی ۔ اوس خبره دا ده چې دَ عالمِ تخلیق اؤ دَ دنیا انتظام دَ دواړو به پهٔ کامل اتفاق کیږی اؤ کهٔ کله کله ېٔ پهٔ څهٔ خبره کښې اختلاف هم راځی ۔ دَ دواړو پهٔ مکمل اتفاق کښې هم دوه خبرې وی یا خو به دې دواړو کښې یو هم یواځې دَ دنیا کار نهٔ شو چلؤلے ځکه ېٔ بل دَ ځان سره ملګرے کړو ۔ کهٔ داسې وی نو یو هم کامل نهٔ شو دواړه ناقص شو ۔ ځکه چې کامل چې کامل خو هغه دے چې پهٔ هېڅ کار کښې ېٔ هېچا ته هېڅ حاجت نهٔ وی ۔ اؤ کهٔ دې دواړو کښې یو الله یواځې دَ دنیا انتظام چلؤلے شو نو هغه بل هسې بې کاره اؤ بې ضرورته شو اؤ حال دا چې دَ الله وجود منلې شوے ځکه دے بې دَ دې نه کار نهٔ کېدو ۔ الله هغه دے چې دَ هر چا محتاج الیه وی ۔ اؤ کهٔ دَ دواړو مکمل اتفاق نهٔ وی کله کله ېٔ اختلاف راځی نو ضرور به ورکښې یو غالب کیږی اؤ بل به مغلوب کیږی ۔ دَ هغهٔ دپاره به اراده بدلوی نو چې کوم مغلوب شو هغه خدائې نهٔ دے اؤ کهٔ دواړه سر پهٔ سر وی یو هم پکښې خپله اراده نهٔ بدلوی نو بیا (نعوذ بالله) دَ خدایانو پهٔ دې جګړه کښې اول خو به دَ سره هغه شے پیدا کېدے نهٔ شی پهٔ کوم چې جګړه وی اؤ کهٔ پیدا هم شی نو ضرور به پهٔ دې جګړه کښې مات ګوډ شی ۔ دا خو دَ تخلیق حال شو اؤ تدبیر دَ عالم کښې چې اختلاف راشی اؤ هر یو پهٔ خپله اراده کښې ټینګ وی هم نو ټول کار به ګډ وډ شی اؤ یو کار به هم سم ونهٔ شی (یا به دا حال وی چې یو خدائې به یو کار کوی اؤ بل به ېٔ ورانوی) دغه شان به پهٔ دوؤ خدایانو کښې دَ آسمانونو اؤ زمکې ټول نظام ګډ وډ شی اؤ لوئے فساد به جوړ شی ۔ ګنی یو خدائې به بې کاره ، کمزورے اؤ مغلوب منلے شی ۔ اؤ دا دَ مفروضې نه خلاف ده ۔ الله خو هغه دے چې کامل ، غالب اؤ دَ نقص نه پاک وی ۔

ف۲۰: کوم چې دَ عرش (دَ بادشاهیٔ دَ تخت) یواځې مالک دے ۔ دَ هغهٔ پهٔ بادشاهیٔ کښې بل هېڅوک شریک نشته ۔ هرکله چې دوه خود مختاره بادشاهان پهٔ یو ملک کښې نهٔ شی ځائیدے چې دَ هغوی هغه خودمختاری هم حقیقی نهٔ ده (بنیادم به څهٔ وی اؤ اختیار به ېٔ څهٔ وی) نو دوه کامل خود اختیاره اؤ قادرِ مطلق خدایان به پهٔ یوه دنیا کښې څنګه ځائې شی؟

لَا یُسْـَٔلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَ هُمْ یُسْـَٔلُوْنَ۝۲۳

ترجمه: نهٔ شی تپوس کېدے دَ هغهٔ نه څهٔ چې کوی اؤ دوی نه به تپوس کیږی ۔ ف۲۱

ف۲۱: یعنی الله خو دَ هغې مختارِ کل هستیٔ نوم دے چې دَ هغهٔ پهٔ کار کښې خنډ اچؤل خو پرېږده چې دَ څهٔ خبرې تپوس ترې هم څوک نهٔ شی کؤلے ۔ چې دا کار دې داسې ولې ونهٔ کړو؟ دَ هغهٔ نه څوک تپوس نهٔ شی کؤلے اؤ هغه به دَ هر چا سره حساب کوی۔

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً١ؕ قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ١ۚ هٰذَا ذِكْرُ مَنْ مَّعِیَ وَ ذِكْرُ مَنْ قَبْلِیْ١ؕ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ١ۙ الْحَقَّ فَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ۝۲۴

ترجمه: آیا دوی جوړ کړی دَ هغهٔ نه غیر نور معبودان ۔ ورته ووایه پیش کړیٔ خپل دلیل ، ف۲۲ هم دغه خبره ده زما سره دَ خلقو اؤ هم دغه خبره ده زما نه دَ مخکښې خلقو ، خبره دا ده چې پهٔ دوی کښې اکثر پهٔ رښتونې خبره نهٔ پوهیږی نو مخ ترېنه واړوی ۔ ف۲۳

ف۲۲: اول پهٔ توحید باندې عقلی دلیل پیش کړې شو ۔ اوس دَ مشرکانو نه دَ شرک پهٔ باره کښې دلیل غوښتے شی۔ یعنی تاسو چې دَ الله نه غیر نور معبودان منیٔ دَ دې دپاره تاسو سره څهٔ مضبوط عقلی یا نقلی دلیل دے؟ څرګنده ده چې دَ هغو سره دَ غلطو وهمونو اؤ دَ پلار نیکهٔ دَ تقلید نه سوا بل څهٔ دلیل وهٔ چې پیش کړے ېٔ وې ۔ عامو مفسرانو خو دا تفسیر کړے دے اؤ حضرت شاه صاحب لیکی چې اول دَ هغه معبودانو تردید وشو کوم چې دَ الله سره برابر خودمختاره خدایان ګڼلی شو ۔ اوس دَ هغه معبودانو تردید کیږی کوم ته چې مشرکانو واړهٔ خدایان اؤ دَ الله نائبان وې نو دَ نیابت دپاره خو دَ مالک دَ طرف نه څهٔ سند څهٔ ثبوت پکار دے ۔ دَ سند نه بغیر څنګه نائبان شو؟ کهٔ دَ الله دَ طرف نه ورسره دَ نیابت اؤ دَ تقرریٔ څهٔ سند وی نو پیش دې کړی ۔

ف۲۳: یعنی زما دَ امت اؤ دَ پخوانو خدا پرستو امتونو دغه یوه خبره ده چې دَ هغه ربّ العرش یو الله نه سوا بل معبود نشته ۔ ما خو دَ توحید پهٔ حق کښې درته عقلی دلیل پیش کړو اوس کهٔ تاسو سره دَ ټولو آسمانی مذهبونو دَ دې متفقه عقیدې خلاف څهٔ دلیل وی نو پیش ېٔ کړیٔ ۔ زما خو دا دعویٰ ده چې دَ دې امت کتاب قرآن کریم اؤ دَ مخکښینیو امتونو کتابونه توریت اؤ انجیل ټول دَ توحید پهٔ عقیده متفق دی ۔ کهٔ تاسو ته پهٔ دې خبره کښې څهٔ شک وی نو خپل دلیل پېش کړیٔ چې دَ حق اؤ باطل پته ولګی ۔ نن هم سره دَ دې چې پهٔ توریت اؤ انجیل کښې بې شماره تحریفات شوی دی کهٔ څوک دا کتابونه پاڼه پهٔ پاڼه وګوری نو دَ توحید اعلان اؤ دَ شرک صفا صفا رد به پکښې بیا مومی خو جاهلان پهٔ دې خبرو څهٔ پوهیږی ۔ کهٔ دومره عقل ېٔ وې نو دَ توحید انکار به ېٔ ولې کؤلو ۔

وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا نُوْحِیْۤ اِلَیْهِ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدُوْنِ۝۲۵

ترجمه: اؤ نهٔ دے راستؤلے مونږ ستا نه مخکښې یو رسول هم مګر هغهٔ ته مو دغه حکم راستؤلے ۔ چې نشته هېڅ یو معبود ، بې زما نه نو خاص زما عبادت کویٔ ۔ ف۲۴

ف۲۴: یعنی ټول پېغمبران دَ توحید پهٔ عقیده متفق دی اؤ همېشه ېٔ خپلو امتونو ته دَ توحید هدایت کړے دے نو دَ عقلی دلیل نه علاوه دَ ټولو پېغمبرانو اؤ دَ ټولو آسمانی کتابونو دَ توحید پهٔ عقیده اتفاق یو نقلی قطعی دلیل شو ۔

وَ قَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ١ؕ بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُوْنَۙ۝۲۶

ترجمه: اؤ خلق وائی چې جوړ کړے دے رحمان څوک ځوئے ، هغه دَ دې خبرو نه پاک دے ف۲۵ بلکې هغوی دَ الله بندیان دی چې عزت ورکړې شوے ،

ف۲۵: دَ عربو دَ ځنو قبیلو دا عقیده وه چې فرښتې دَ الله لوڼه دی ۔ پهٔ دې آیتونو کښې دا ښیٔلی شی چې دَ الله دَ وچت شان سره مناسب نه ده چې لوڼه ځامن ونیسی ۔ پهٔ دې کښې دَ عیسایانو دَ دې عقیدې هم تردید شو چې عیسٰیؑ دَ الله ځوئے دے اؤ دَ يهودیانو دَ هغه فرقې تردید هم وشو څوک چې عزیرؑ ته دَ الله ځوئے وائی ۔

لَا یَسْبِقُوْنَهٗ بِالْقَوْلِ وَ هُمْ بِاَمْرِهٖ یَعْمَلُوْنَ۝۲۷

ترجمه: نهٔ شی کؤلے دَ هغهٔ نه مخکښې خبره اؤ هم دَ هغهٔ پهٔ حکم عمل کوی ۔ ف۲۶

ف۲۶: یعنی کومو پاکو کسانو ته چې تاسو دَ الله ځامن واییٔ هغه خو دَ هغهٔ عزتمند بندګان دی چې سره دَ ډېر نژدیکت اؤ وقار عزت دَ هغوی دَ ادب دا حال دے چې دَ الله دَ اجازت اؤ رضا نه بغیر خبره نهٔ شی کؤلے اؤ نهٔ بې دَ هغهٔ دَ حکم نه څهٔ کار کوی ۔ دَ هغو کمال خو دا دے چې کامل تابعدار دی اؤ دغه کامله بندګی دَ هغوی امتیاز دے ۔

یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ وَ لَا یَشْفَعُوْنَ١ۙ اِلَّا لِمَنِ ارْتَضٰی وَ هُمْ مِّنْ خَشْیَتِهٖ مُشْفِقُوْنَ۝۲۸

ترجمه: هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې دَ دوی نه وړاندې دی اؤ څهٔ چې دَ دوی نه وروستو دی ف۲۷ اؤ دوی سفارش نهٔ کوی مګر دَ هغه چا چې الله ترې راضی وی، ف۲۸ اؤ دوی دَ الله دَ جلال نه ډېر ویریږی ۔ ف۲۹

ف۲۷: دَ الله تعالیٰ علم دَ دې مقربو بندګانو احاطه کړے ده ، دَ هغو ټول څرګند اؤ پټ حالات الله ته معلوم دی ۔ دَ هغو هېڅ یو قول اؤ هېڅ یو حرکت دَ الله نه پټ نهٔ دے اؤ دغې مقربو بندګانو ته دا حقیقت معلوم دے ځکه پهٔ دې فکر کښې وی اؤ دا خیال ساتی چې څهٔ خبره یا څهٔ کار دَ الله دَ رضا نه خلاف ونهٔ شی ۔

ف۲۸: یعنی دَ الله دَ رضا معلومؤلو نه بغیر دَ چا سفارش هم نهٔ کوی ۔ دَ مؤمنانو نه الله راضی وی ځکه شپه ورځ دغه مقرب بندګان دَ مؤمنانو دپاره دَ مغفرت سوال کوی ۔

ف۲۹: دوی هر وخت دَ الله دَ جلال نه ویریږی نو بیا خدایان څنګه شو؟ اؤ چې خدایان نهٔ دی نو دَ خدائې ځامن هم نهٔ دی نو ځکه چې اولاد خو دَ مور پلار دَ جنس نه وی (څنګه چې دَ سیّد ځوئے سیّد وی ۔ دغه شان دَ خدائې ځوئے چې خدائې نهٔ شو نو دَ هغهٔ صحیح اولاد نهٔ شو)

وَ مَنْ یَّقُلْ مِنْهُمْ اِنِّیْۤ اِلٰهٌ مِّنْ دُوْنِهٖ فَذٰلِكَ نَجْزِیْهِ جَهَنَّمَ١ؕ كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ۠۝۲۹

ترجمه: اؤ چا کهٔ پهٔ دوی کښې ووې چې زهٔ معبود یم دَ الله نه سوا ، نو هغهٔ ته به مونږ بدله ورکړو دوزخ ۔ هم دغه شان بدله ورکوؤ مونږ بې انصافو ته ۔ ف۳۰

ف۳۰: یعنی کومو بندګانو ته چې تاسو خدایان یا دَ خدائې ځامن واییٔ ۔ بالفرض کهٔ هغوی خپله هم ځان ته دغه شان ووائی نو مونږ به هغو ته هم دَ دوزخ سزا ورکوؤ کومه چې دَ انتهائی بې انصافیو سزا ده ۔ هرکله چې دَ الله سزا نه ځان نهٔ شی خلاصؤلے نو خدایان څنګه شو؟ دَ خداییٔ قابل خو هغه ذات دے چې پهٔ هر چا غالب وی ۔

اَوَ لَمْ یَرَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنٰهُمَا١ؕ وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ١ؕ اَفَلَا یُؤْمِنُوْنَ۝۳۰

ترجمه: آیا نه ده لیدلی کافرانو دا چې آسمانونه اؤ زمکه وو سربند ۔ بیا مونږ پرانستل دواړه ، ف۳۱ اؤ جوړ کړو مونږ دَ اوبو نه هر ژوندې شے ۔ ف۳۲ نو بیا ولې یقین نهٔ کوی؟ ف۳۳

ف۳۱: دَ ”رَتَقْ“ اصلی معنٰی ده یو بل کښې داسې ننوتل چې جدائی ېٔ نهٔ شی کېدے۔ زمکه اؤ آسمان هم دَ پیدائش نه اول دَ عدم پهٔ تیرو کښې دواړه ورک وو ۔ دَ تخلیق پهٔ اولو ورځو کښې هم دواړه سره رَلْ مَلْ وو ۔ بیا الله پاک جدا جدا کړل اؤ دَ هر یو ېٔ خپلې طبقې جوړې کړې ۔ بیا هم دَ دواړو خلې بندې وې نهٔ دَ آسمان نه اوبهٔ ورېدے اؤ نهٔ دَ زمکې نه شینکے ټوکېدو ۔ بیا الله پاک دَ بنیادمو دَ فائدې دپاره دَ آسمان خلهٔ پرانسته اوبهٔ ترې وورېدې ۔ اؤ دَ زمکې نه فصلونه زرغون شو اؤ نهرونه ، چینې اؤ معدنیات ترې رابهر شو ۔ اؤ آسمان ېٔ پهٔ بې شماره ستوریو ښائسته کړو چې دَ هر یو خپل کور جدا اؤ خپل چال بیل دے ۔

ف۳۲: یعنی اکثر ژوندی څیزونه بې واسطې یا پهٔ څهٔ واسطه دَ اوبو نه جوړ شوی دی ۔ اصل ماده ېٔ اوبهٔ دی ۔

ف۳۳: دَ قدرت داسې څرګندې نخښې اؤ محکم انتظام وینی بیا هم دَ الله پهٔ وجود اؤ توحید یقین نهٔ کوی؟

وَ جَعَلْنَا فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِهِمْ١۪ وَ جَعَلْنَا فِیْهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ۝۳۱

ترجمه: اؤ کښېښؤلو مونږ پهٔ زمکه باندې دروند بار چې دوی سره یو طرف ته کږه نهٔ شی ۔ ف۳۴ اؤ جوړې مو کړې پهٔ دې (غرونو) کښې ارتې لارې دې دپاره چې دوی لار بیا مومی ۔ ف۳۵

ف۳۴: دَ دې آیت تفسیر پهٔ سورتِ نحل کښې تېر شوے دے ۔

ف۳۵: چې دَ یو ملک خلق بل ملک ته تلې شی ۔ کهٔ غرونه پهٔ داسې طریقه جوړ وې چې لارې پکښې نهٔ وې نو یو بل ملک ته به تلهٔ څومره ګران وو؟ دَ قدرت پهٔ دې احسان غور کؤلو باندې بنیادم دَ الله دَ حکمت اؤ توحید هدایت موندې شی ۔

وَ جَعَلْنَا السَّمَآءَ سَقْفًا مَّحْفُوْظًا١ۖۚ وَّ هُمْ عَنْ اٰیٰتِهَا مُعْرِضُوْنَ۝۳۲

ترجمه: اؤ جوړ مو کړو آسمان یو محفوظ چت ۔ ف۳۶ خو دغه کافران دَ آسمان نښانو ته هېڅ فکر نهٔ کوی ۔ ف۳۷

ف۳۶: داسې مضبوط چت چې پهٔ کروړونو کاله کښې نهٔ مات ګوډ شو نهٔ ورته دَ بدلؤلو یا مرمت ضرورت شته اؤ نهٔ ېٔ دَ راپرېوتو څهٔ خطره شه ۔ دَ شیطانانو دَ ختلو نه هم محفوظ دے ۔ چت ورته ځکه ووئیلی شو چې پهٔ ظاهری نظر لکه دَ چت ښکاری ۔

ف۳۷: دَ الله پهٔ قدرتونو دومره غور هم نهٔ کوی چې دې آسمان ته وګوری چې څنګه مضبوط جوړ شوے دے اؤ څومره لوئے چت دَ څومره مودې نه بې ستنو مضبوط ولاړ دے ۔

وَ هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ وَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ١ؕ كُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ۝۳۳

ترجمه: اؤ الله هغه دے چې پیدا کړے ېٔ ده شپه اؤ ورځ اؤ نمر اؤ سپوږمۍ ۔ ف۳۸ هر یو پهٔ خپل خپل کور کښې ګرځی ۔ ف۳۹

ف۳۸: دا دَ غور کؤلو دپاره دَ هغه آسمانی نښانو لږ شان تفصیل دے ۔

ف۳۹: یعنی نمر سپوږمۍ بلکې ټولې سیّارې پهٔ خپل خپل مدار چکر وهی ۔ دَ ”یُسَبِّحُوْنَ“ لفظ نه دا معلومیږی چې سیّارې دَ الله پهٔ قدرت خپله روانې دی دا چکر وهی (بل څهٔ شے ېٔ نهٔ ګرځوی) والله اعلم ۔

وَ مَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّنْ قَبْلِكَ الْخُلْدَ١ؕ اَفَاۡىِٕنْ مِّتَّ فَهُمُ الْخٰلِدُوْنَ۝۳۴

ترجمه: اؤ نهٔ دی ورکړی مونږ ستا نه مخکښې هېڅ یو بنیادم ته همېشه ژوندی وسېدل ۔ نو آیا کهٔ مړ شوې نو دوی به تل ژوندی پاتی وی؟

كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ١ؕ وَ نَبْلُوْكُمْ بِالشَّرِّ وَ الْخَیْرِ فِتْنَةً١ؕ وَ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ۝۳۵

ترجمه: هر یو نفس څکؤنکے دے دَ مرګ ۔ ف۴۰ اؤ مونږ تاسو ازمایو پهٔ سخته اؤ پهٔ راحته دَ ازمېښت دپاره ، ف۴۱ اؤ هم زمونږ طرف ته به واپس راځیٔ ۔ ف۴۲

ف۴۰: یعنی څنګه چې دا څیزونه الله تعالیٰ پیدا کړی دی دغه شان بنیادم ته هم ژوند الله پاک ورکړے دے اؤ چې کله ېٔ خوښه شی نو ترېنه ېٔ واپس واخلی ۔ دَ مرګ نه هر چا ته دا معلومه شی چې ژوند دَ چا پهٔ خپل اختیار کښې نهٔ دے ۔ څو ورځې مزې وې ختمې شوې ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ کافرو به وې دَ مسلمانانو دا ټول شور غوبل دَ دې یو سړی تر سره دے کهٔ دې مړ شو بیا به هېڅ هم نهٔ وی ۔ نو کهٔ دَ دې نه دَ هغوی مطلب دا وهٔ چې مرګ دَ نبوت خلاف دے ۔ نبی ته مړ کېدل نهٔ دی پکار نو دَ هغې ځواب ورکړې شو”وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّنْ قَبْلِكَ الْخُلْد “ (یعنی پهٔ تېرو نبیانو کښې کوم نبی داسې دے چې دَ مرګ نه بچ شوے دے ۔ بنیادم دپاره خو همېشه ژوند نشته اؤ کهٔ دَ هغو مطلب هسې دَ حضور اکرمﷺ پهٔ مرګ زړهٔ خوشحالؤل وو نو دا ځواب ورکړې شو ۔ ”اَفَاِنْ مِّتَّفَهُمُ الْخٰلِدُوْنَ“ (یعنی دوی خوښی پهٔ څهٔ کوی کهٔ تهٔ مړ شوې نو ولې دوی به نهٔ مری څهٔ ؟ هر کله چې ټولو ته وړاندې وروستو مرګ راتلونکے دے نو بیا دَ نبی پهٔ مرګ خوښیٔ ولې کوی؟ پهٔ دې طریقه دَ توحید دلائل اؤ قدرت دَ نښانو بیانؤلو نه پس خبره نبوّت طرف ته واوړېده ۔

ف۴۱: یعنی پهٔ دنیا کښې سخته ، نرمه ، بیماری ، صحت ، تنګسیا ، فراخی ، راحت اؤ مصیبت وغېره مختلف حالتونه پهٔ بنیادم دَ امتحان دپاره راځی چې کره کوټه معلومه شی اؤ پته ولګی چې کوم بنده پهٔ سخته صبر اؤ پهٔ راحته شکر کوی اؤ څوک مایوسه اؤ ناشکره کیږی ۔

ف۴۲: نو هلته به دَ صبر اؤ شکر اؤ هر نیک و بد عمل بدله ورکؤلے شی ۔

وَ اِذَا رَاٰكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا١ؕ اَهٰذَا الَّذِیْ یَذْكُرُ اٰلِهَتَكُمْ١ۚ وَ هُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمٰنِ هُمْ كٰفِرُوْنَ۝۳۶

ترجمه: اؤ کله چې نهٔ ولیدے کافرانو نو بل کار ېٔ درسره نشته ۔ بې دَ مسخرو ۔ آیا دا هغه سړے دے چې نوم اخلی ستاسو دَ معبودانو ، اؤ دوی دَ رحمان دَ نوم اخستو نه منکر دی ۔ ف۴۳

ف۴۳: یعنی دا خلق دَ خپل انجام نه بالکل غافله دی اؤ پېغمبرﷺ پورې مسخرې کوی اؤ خپلو کښې دَ خندا دپاره وائی هغه سړے دا دے چې ستاسو معبودانو ته بد وائی ۔ دا بې شرمه دَ خپل حقیقی مالک رحمٰن (الله) خو نوم نهٔ اخلی اؤ دَ باطلو معبودانو داسې مرسته کوی ۔ نو دَ خندا قابل دوی دی کهٔ هغه کسان چې خپل حقیقی مالک هر وخت یادوی؟

خُلِقَ الْاِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ١ؕ سَاُورِیْكُمْ اٰیٰتِیْ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْنِ۝۳۷

ترجمه: جوړ دے انسان دَ تلوارې نه ۔ اوس وښیٔم تاسو ته خپلې نښانې ۔ نو ډېره تلوار مهٔ کویٔ ف۴۴

ف۴۴: دَ کافرانو پهٔ دې طریقه شاید چې ځنې مسلمانانو دا تمنّا کړی وی چې کهٔ پهٔ دې کافرانو سمدستی عذاب راغې وې نو ښهٔ به وی بلکې خپله کافرانو به هم دَ خندا دپاره وې چې کهٔ واقعی الله زمونږ ته ناراضه وی اؤ مونږ دَ عذاب حقدار یو نو ګوری راته ولې؟ تباه کوی مو ولې نه؟ دواړو ته ووئیلی شو چې بنیادم ډېر تلوار ګړندے دے ګویا کهٔ جوړ شوے دَ جلد بازیٔ نه دے ۔ لږ صبر وکړیٔ ډېر ژر به درته دَ خپل قهر نښانې وښیٔم ۔

وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۳۸

ترجمه: اؤ دوی دا وائی چې کله به راځی دغه وعده کهٔ تاسو ییٔ رښتونی؟ ف۴۵

ف۴۵: یعنی همېشه دا وائی چې قیامت به راځی اؤ ټول کافر به دوزخ ته ځی ۔ نو کهٔ تهٔ رښتونې ئ نو دا قیامت اؤ دوزخ اوس ولې نهٔ راولے؟ مونږ به تر کومې انتظار کوؤ؟

لَوْ یَعْلَمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا حِیْنَ لَا یَكُفُّوْنَ عَنْ وُّجُوْهِهِمُ النَّارَ وَ لَا عَنْ ظُهُوْرِهِمْ وَ لَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ۝۳۹

ترجمه: کهٔ پېژندې دې کافرانو هغه وخت چې نهٔ به شی لرې کؤلے دَ خپلو مخونو نه اور اؤ نهٔ دَ خپلو شاګانو نه ، اؤ نهٔ به دوی ته امداد رسېدے شی ۔

بَلْ تَاْتِیْهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ رَدَّهَا وَ لَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ۝۴۰

ترجمه: بلکې را به شی پهٔ دوی (قیامت) ناڅاپه نو دوی به حیران کړی ۔ بیا به نهٔ طاقت لری دَ هغې دَ واپس کؤلو اؤ نهٔ به مهلت ورکؤلے شی ۔ ف۴۶

ف۴۶: یعنی کهٔ دې مشرکانو ته دَ قیامت دَ عذاب حقیقت معلوم شی اؤ دا پته ورته ولګی چې هغه به څنګه سخت ساعت وی نو هېچرې به داسې ونهٔ وائی ۔ دَ دوی یقین نشته ځکه داسې خبرې کوی کله چې پرې هغه وخت راشی وړاندې وروستو به ترېنه چاپېره شی دَ هېڅ طرف نه به ورته نهٔ څهٔ امداد راتلې شی اؤ نهٔ به مهلت ورکؤلے شی اؤ نهٔ به دَ ځان دَ خلاصؤلو څهٔ صورت کؤلے شی ۔ دا وخت به داسې ناڅاپی راشی چې وار پار به ترې خطا شی هېڅ به نهٔ شی کؤلے ۔ پهٔ دغه وخت به ورته پته ولګی چې کوم څیز پورې مونږ خندا کؤله هغه خو هسې خبرې نهٔ وې واقعی رښتونې حقیقت وهٔ ۔

وَ لَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ۠۝۴۱

ترجمه: اؤ بېشکه خنداګانې شوی دی پهٔ ډېرو رسولانو پورې ستا نه مخکښې ۔ نو بیا را واؤړېدو پهٔ هغه کسانو چې خندګانې ېٔ کؤلے هغه څیز کوم پورې چې ېٔ خندا کؤله ۔ ف۴۷

ف۴۷: یعنی کوم څیز پورې چې ېٔ خندا کؤله هغې راګېر کړهٔ اؤ خپله خندا ورباندې اپوټه راؤګرځېده ۔

قُلْ مَنْ یَّكْلَؤُكُمْ بِالَّیْلِ وَ النَّهَارِ مِنَ الرَّحْمٰنِ١ؕ بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُّعْرِضُوْنَ۝۴۲

ترجمه: ورته ووایه څوک حفاظت کؤلے شی ستاسو دَ شپې اؤ ورځې دَ رحمان نه ۔ ف۴۸ بلکې دوی دَ خپل رب دَ یادو نه مخ اړوی ۔ ف۴۹

ف۴۸: یعنی دَ الله دَ قهر اؤ غضب نه څوک ستاسو حفاظت کؤلے شی؟ (هېڅوک نشته چې دَ الله دَ عذاب نه مو خلاص کړی) دا خو محض دَ هغهٔ رحم و کرم دے چې سمدستی ورباندې عذاب نهٔ راولی ۔

ف۴۹: یعنی دوی دَ دنیا عیش و راحت دَ الله دَ یادو نه غافل کړی دی ۔ دَ الله دَ حفاظت اؤ رحم و کرم احساس ورسره نشته ۔ نو چې څوک ورته نصیحت کوی دوی ترېنه مخ اړوی ، نهٔ ېٔ اوری ۔

اَمْ لَهُمْ اٰلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِّنْ دُوْنِنَا١ؕ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَ اَنْفُسِهِمْ وَ لَا هُمْ مِّنَّا یُصْحَبُوْنَ۝۴۳

ترجمه: اؤ کهٔ دوی دپاره بل معبود شته زمونږ نه غیر چې دوی بچ کوی ۔ دغه خو دَ خپل ځان حفاظت هم نهٔ شی کؤلے اؤ نهٔ دَ هغوی زمونږ سره څهٔ ملګرتیا شته ۔ ف۵۰

ف۵۰: آیا دوی دَ خپلو باطلو معبودانو پهٔ حقله دا خیال کوی چې دَ ضرورت پهٔ وخت به ېٔ دَ الله دَ عذاب نه بچ کړې شی؟ نو دا غریبان خو دَ خپل ځان حفاظت نهٔ شی کؤلے ، دَ ځان نه مچ قدرې نهٔ شی شړلے اؤ نهٔ کهٔ ېٔ څوک مات ګډ کوی هغو ته څهٔ وئیلې شی ۔ چې دَ ځان حفاظت نهٔ شی کؤلے نو دَ دوی حفاظت به څهٔ وکړی؟

بَلْ مَتَّعْنَا هٰۤؤُلَآءِ وَ اٰبَآءَهُمْ حَتّٰی طَالَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ١ؕ اَفَلَا یَرَوْنَ اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا١ؕ اَفَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ۝۴۴

ترجمه: بلکې مونږ فائده رسؤلے ده دوی ته اؤ دَ دوی پلار نیکهٔ ته تر دې چې وږدهٔ شو پهٔ دوی عمرونه ۔ ف۵۱ نو آیا دوی نه وینی چې مونږ اراده کوؤ زمکې ته نو کموؤ ېٔ دَ هرې غاړې نه (پهٔ کافرو) نو اوس دوی غالب دی (پهٔ مؤمنانو) ف۵۲

ف۵۱: یعنی دَ الله تعالیٰ کامل قدرت اؤ طاقت اؤ دَ بتانو کمزوری څهٔ داسې خبره نهٔ ده چې دوی پرې نهٔ پوهیږی خو اصل خبره دا ده چې دوی اؤ دَ دوی پلار نیکهٔ ډېرې مودې راسې دَ عیش اؤ آرام ژوند تېروی چرته پرې عذاب نهٔ دے راغلے نو دې خبرې دوی کبرژن اؤ دَ الله دَ عذاب نه بې فکره کړل ځکه نصیحت ته غوږ نهٔ ږدی ۔

ف۵۲: یعنی آیا دوی دومره فکر هم نهٔ کوی چې دَ عربو پهٔ ملک کښې اسلام ورځ پهٔ ورځ خوریږی اؤ دَ کفر حلقه ورځ پهٔ ورځ کمیږی ۔ دَ کافرو حکومتونه اؤ سرداریٔ ختمیږی نو دَ دې واقعاتو لیدو نه هم دوی خپل انجام ته سوچ نهٔ کوی چې دَ کفر حلقه ورځ پهٔ ورځ کمیږی نو آخر به یوه ورځ داسې راشی چې پهٔ ټول ملک به دَ اسلام رڼا خوره شی اؤ دَ کافرو دَ وسېدو ځائې به پاتې نهٔ شی ۔ دوی ته پکار دی چې دَ عقل نه کار واخلی اؤ دَ تاریخی واقعاتو نه عبرت حاصل کړی ، سترګې وغړوی چار چاپېره وګوری چې څومره پخوانی قومونه اؤ لوی لوی کلی دَ پېغمبرانو دَ مخالفت پهٔ وجه تباه و برباد شوی دی ۔ دَ نبی آخرالزمان خلاف چې کوی نو آخر دَ دوی به هم دا حال شی ۔ دَ دوی څهٔ خیال دے چې پخوانی طاقتور قومونه پهٔ نبیانو اؤ مؤمنانو غالب نهٔ شو نو آیا دوی به غالب شی څهٔ؟ هرګز نه ۔

قُلْ اِنَّمَاۤ اُنْذِرُكُمْ بِالْوَحْیِ١ۖ٘ وَ لَا یَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَآءَ اِذَا مَا یُنْذَرُوْنَ۝۴۵

ترجمه: ورته ووایه بېشکه زهٔ خو تاسو ویرؤم دَ حکم موافق اؤ نهٔ اوری کوڼ بلنه کله چې ېٔ څوک ویروی ۔ ف۵۳

ف۵۳: یعنی زما کار خو دَ وحې موافق تاسو ته نصیحت کؤل اؤ دَ الله دَ عذاب نه خبردار کؤل دی ۔ خو چې څوک دَ زړهٔ پهٔ غوږو کوڼ وی پهٔ هغهٔ نصیحت اثر نهٔ کوی ۔ نو کهٔ څوک نصیحت نهٔ منی دې کښې زما څهٔ قصور نشته دَ هغهٔ خپل قصور دے اؤ دَ دې سزا به مومی ۔

وَ لَىِٕنْ مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ۝۴۶

ترجمه: اؤ کهٔ ورسېده دوی ته لږه هوا ستا دَ رب دَ عذاب نه نو چغې به وهی هائے بده قسمته بېشکه مونږ وو ګنهګار ۔ ف۵۴

ف۵۴: یعنی دې خلقو ځان تر هغې کوڼ کړے دے چې عذاب ېٔ لیدلے نهٔ دے ۔ عذاب خو څهٔ کهٔ ایله هوا ېٔ پرې ولګېده هم چغې به وهی اؤ دَ ګناهونو اقرار به کوی اؤ معافیانې به غواړی خو وخت به تېر وی ۔ څهٔ فائده به نهٔ ورکوی ۔

وَ نَضَعُ الْمَوَازِیْنَ الْقِسْطَ لِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا١ؕ وَ اِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ اَتَیْنَا بِهَا١ؕ وَ كَفٰی بِنَا حٰسِبِیْنَ۝۴۷

ترجمه: اؤ ودروؤ به مونږ تله دَ انصاف دَ قیامت پهٔ ورځ بیا به ظلم نهٔ کیږی پهٔ یو کس یوه ذره ۔ اؤ کهٔ چرته وی دَ ووری دَ یوې دانې برابر (څهٔ عمل) نو مونږ به ېٔ راوړو هغه ، ف۵۵ اؤ کافی یو مونږ حساب کؤنکی ۔ ف۵۶

ف۵۵: یعنی کهٔ دَ شړشم دَ دانې برابر دَ چا څهٔ نیک یا بد عمل وی هغه به هم دَ انصاف پهٔ تله کښې تللې شی اؤ بدله به ېٔ ورکؤلے شی دَ هېچا سره به یوه ذره بې انصافی نهٔ کیږی ۔

تنبیه: موازین دَ میزان جمع ده ۔ شاید چې ډېرې تلې وی (دَ هر سړی دپاره جدا یا دَ هر عمل دپاره جدا) اؤ کېدے شی چې تله یوه وی خو دَ مختلفو عملونو دَ تول پهٔ وجه ګڼې وګڼلې شوې اؤ لفظ دَ جمعې ورته راغلو ۔ دَ اعمالو دَ تول متعلق تفصیل پهٔ سورتِ اعراف کښې تېر شوے دے هلته ېٔ وګوریٔ (سوره اعراف ، رکوع ۱)

ف۵۶: یعنی زمونږ حساب به آخری اؤ قطعی وی چې دَ هغې نه پس بیا دوباره حساب نشته ۔ مونږ یواځې دَ حساب دپاره کافی یو ۔ دَ ټول مخلوق دَ حساب دپاره مونږ ته دَ مددګار ضرورت نشته ۔ مخکښې بیانیږی چې دغه دَ انذار اؤ تبشیر خبره پخوا راسې دغه شان راغلے ده ۔ مخکښینیو نبیانو هم دَ خپل امت مؤمنانو ته خوشخبریٔ ورکړی دی اؤ منکران ېٔ دَ عذاب نه ویرؤلی دی ۔ دا نبی آخرالزمان تاسو ته څهٔ نوې خبرې نهٔ کوی مخکښینیو پېغمبرانو هم دغه شان خپل خپل قوم ته تبلیغ کړے دے ۔

وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی وَ هٰرُوْنَ الْفُرْقَانَ وَ ضِیَآءً وَّ ذِكْرًا لِّلْمُتَّقِیْنَۙ۝۴۸

ترجمه: اؤ بېشکه مونږ ورکړے دے موسٰی اؤ هارون ته فیصله کؤنکے کتاب اؤ رڼا اؤ نصیحت دَ پرهېزګارو دپاره ۔ ف۵۷

ف۵۷: یعنی توریٰت شریف چې دَ حق و باطل ۔ حرام و حلال فیصلې کؤنکے اؤ پرهېزګارو دپاره دَ جهالت اؤ غفلت دَ تیرو نه وېستو دپاره دَ رڼا اؤ هدایت اؤ نصیحت کتاب وهٔ ۔

الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَ هُمْ مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُوْنَ۝۴۹

ترجمه: هغه پرهېزګار چې ویریږی دَ خپل رب نه پهٔ نالیدو اؤ دوی دَ قیامت نه (هم) ویریږی ۔ ف۵۸

ف۵۸: دَ قیامت نه ځکه ویریږی چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ الله خوف دے ۔ دَ خپل عمل پهٔ حساب اؤ بدله ېٔ یقین دے ۔ نو دَ الله دَ عذاب نه اؤ قیامت نه ویریږی ۔ هم دغه شان خلق دَ نصیحت نه فائده اخستے شی ۔

وَ هٰذَا ذِكْرٌ مُّبٰرَكٌ اَنْزَلْنٰهُ١ؕ اَفَاَنْتُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ۠۝۵۰

ترجمه: اؤ دا یو نصیحت دے مبارک چې مونږ نازل کړے ، نو آیا تاسو دَ دې نه منکر ییٔ ۔ ف۵۹

ف۵۹: یعنی یو دَ نصیحت کتاب خو توریٰت وهٔ اؤ بل دا قرآن کریم دے چې دَ دې نصیحت دَ هغې نه زیات روښانه اؤ واضح دے نو بیا تاسو دَ دې نه څنګه انکار کویٔ؟

وَ لَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ رُشْدَهٗ مِنْ قَبْلُ وَ كُنَّا بِهٖ عٰلِمِیْنَۚ۝۵۱

ترجمه: مونږ پخوا ورکړے وه ابراهیم ته دَ هغهٔ نیکه لار ۔ ف۶۰ اؤ مونږ وو دَ هغهٔ پهٔ حال خبردار ف۶۱

ف۶۰: یعنی دَ نبیﷺ آخرالزمان اؤ موسٰی و هارون علیهما السّلام نهٔ مخکښې مونږ ابراهیمؑ دَ خپل اعلیٰ قابلیت پهٔ وجه دَ نیکیٔ پهٔ لار روان کړے وو اؤ دَ وړوکوالی نه هغه وچته مرتبه ورکړې شوے وه کومه چې دَ هغهٔ دَ وچت شان مناسب وه ۔

ف۶۱: یعنی دَ هغهٔ دَ قابلیت اؤ روحانی کمالاتو نه مونږ ښهٔ خبر وو ۔ نو ځکه کومه وچته مرتبه چې دَ هغهٔ دَ شان مناسب وه مونږه ورکړه ۔

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَ قَوْمِهٖ مَا هٰذِهِ التَّمَاثِیْلُ الَّتِیْۤ اَنْتُمْ لَهَا عٰكِفُوْنَ۝۵۲

ترجمه: کله چې ېٔ ووې خپل پلار اؤ قوم ته دا څهٔ شکلونه دی ۔ چې تاسو ورته منجور ناست ییٔ ۔ ف۶۲

ف۶۲: یعنی ما ته خو دَ دې حقیقت لږ وښییٔ؟ آخر پهٔ خپل لاس جوړ کړی دَ کاڼی بت کښې څهٔ خاصیت دے چې تاسو ورته خدایان واییٔ ۔

قَالُوْا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا لَهَا عٰبِدِیْنَ۝۵۳

ترجمه: هغوی ووې مونږ موندی دی خپل پلار نیکهٔ چې دې ته ېٔ عبادت کؤلو ۔ ف۶۳

ف۶۳: یعنی زمونږ سره څهٔ واضح عقلی دلیل خو نشته لېکن پخوا راسې زمونږ پلار نیکه دَ دې بتانو عبادت کوی نو مونږ هم دَ خپل پلار نیکهٔ پهٔ لار روان یو ۔ دَ خپلو مشرانو لار نهٔ شو پرېښوې ۔

قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ اَنْتُمْ وَ اٰبَآؤُكُمْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۵۴

ترجمه: هغهٔ ووې پاخهٔ ییٔ تاسو اؤ ستاسو پلار نیکهٔ پهٔ سخته ګمراهیٔ کښې ۔ ف۶۴

ف۶۴: یعنی دا څهٔ دلیل نهٔ دے ۔ دې نه خو دومره معلومه شوه چې ستاسو مشران هم ستاسو پهٔ شان بې عقله اؤ ګمراهان وو دَ هغو پهٔ لار تللو کښې تاسو هم ځان تباه کویٔ۔

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ اَمْ اَنْتَ مِنَ اللّٰعِبِیْنَ۝۵۵

ترجمه: هغوی ووې آیا تا راؤړے مونږ ته حقه خبره اؤ کهٔ مونږ سره ټوقې کوے ف۶۵

ف۶۵: قوم چې دَ خپلو مشرانو دَ عقیدې خلاف داسې خبرې واؤرېدې نو ډېر غصه شو ورته ېٔ ووې ۔ دا تهٔ پهٔ رښتیا دَ زړهٔ نه داسې خرابې خبرې کوے کهٔ پهٔ مونږ پورې هسې ټوقې کوے (اؤ زمونږ حال معلوموے)

قَالَ بَلْ رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ الَّذِیْ فَطَرَهُنَّ١ۖ٘ وَ اَنَا عَلٰی ذٰلِكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ۝۵۶

ترجمه: ابراهیم ووې نه بلکې رب ستاسو هغه دے چې رب دَ آسمانونو اؤ زمکې دے چا چې پیدا کړی دا آسمانونه اؤ زمکه ، اؤ زهٔ هم دَ دغه خبرې قائل یم ۔ ف۶۶

ف۶۶: یعنی زهٔ خندا نهٔ کوم زما عقیده دا ده اؤ زهٔ دا اقرار کوم چې زما اؤ ستاسو ټولو رب هغه یو الله دے چې آسمانونه اؤ زمکه ېٔ پیدا کړی دی اؤ دَ هغو حفاظت کوی بې دَ هغهٔ نه بل معبود نشته ۔

وَ تَاللّٰهِ لَاَكِیْدَنَّ اَصْنَامَكُمْ بَعْدَ اَنْ تُوَلُّوْا مُدْبِرِیْنَ۝۵۷

ترجمه: اؤ قسم پهٔ الله زهٔ به علاج وکړم ستاسو دَ بتانو کله چې تاسو شا کړیٔ لاړ شیٔ ۔ ف۶۷

ف۶۷: دا خبره ېٔ لږه غوندې غلے کړے وه چې چا واؤرېده اؤ چا وانهٔ ورېده ۔ کهٔ چا واؤرېده هم څهٔ پرواه ېٔ پرې ونهٔ ساتله چې دا ځلمې یواځې زمونږ دومره خدایانو ته څهٔ وئیلی شی؟

فَجَعَلَهُمْ جُذٰذًا اِلَّا كَبِیْرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ اِلَیْهِ یَرْجِعُوْنَ۝۵۸

ترجمه: بیا کړل ېٔ هغه ټوټې ټوټې بې دَ یو لوی بت نه ، چې شاید دې بت ته دوی واپس راشی ۔ ف۶۸

ف۶۸: چې خلق دَ ښار نه بهر میلې ته لاړل نو ابراهیمؑ دَ بت خانې ټول بتان مات کړل صرف یو غټ بت ېٔ پرېښو چې (۱) پهٔ شکل غټ وهٔ یا (۲) هغوی ېٔ عزت ډېر کؤلو اؤ پهٔ کوم تبرګی چې ېٔ بتان مات کړی وو هغه ېٔ دې غټ بت ته پهٔ ووږه کښېښو چې خلق واپس راشی نو ضرور به دا خیال وکړی چې دا ورانے دې غټ بت کړے دے ۔

قَالُوْا مَنْ فَعَلَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَاۤ اِنَّهٗ لَمِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝۵۹

ترجمه: هغوی ووې چا وکړو دا کار زمونږ معبودانو سره ، داخو څوک ډېر بې انصافه دے ۔ ف۶۹

ف۶۹: یعنی دا ناروا کار زمونږ خدایانو سره چا وکړو؟ داسې غلط کار چې چا کړے دے هغه یقینی غټ شریر دے ۔ شاید چې دا خبره هغه کسانو کړی وی چا چې دَ ابراهیمؑ هغه خبره ”چې زهٔ به دَ ستاسو دې خدایانو سره اوس پوهه شم“ نهٔ وه اورېدلے۔

قَالُوْا سَمِعْنَا فَتًی یَّذْكُرُهُمْ یُقَالُ لَهٗۤ اِبْرٰهِیْمُؕ۝۶۰

ترجمه: هغوی ووې مونږ اورېدلی دَ یو ځوان نه چې دې بتانو ته ېٔ څهٔ وې هغهٔ ته وئیلی شی ابراهیم ۔ ف۷۰

ف۷۰: دا خبره دَ هغه کسانو ده چا چې دَ ابراهیمؑ هغه خبره اورېدلے وه ۔

قَالُوْا فَاْتُوْا بِهٖ عَلٰۤی اَعْیُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَشْهَدُوْنَ۝۶۱

ترجمه: هغوی ووې حاضر کړیٔ هغه دَ دې خلقو مخکښې چې وې وینی شاید چې ګواهان شی ۔ ف۷۱

ف۷۱: یعنی دغه ځلمے دَ مخلوق مخکښې حاضر کړیٔ چې خلق دَ هغهٔ خبرې خپله واؤری اؤ کومه سزا چې ورکؤلے شی هغه پهٔ خپلو سترګو ووینی اؤ ټول پرې ګواهان شی ۔ یا دا چې کومو کسانو دَ هغهٔ خبرې اورېدلی دی هغوی ېٔ ووینی اؤ ګواهی ورکړی چې واقعی هم دې ځلمی داسې خبره کړے وه اؤ دا کار هم دهٔ کړے دے ۔ نو سزا به ېٔ پخه شی ۔ شاید چې ابراهیمؑ چې دَ خلقو مخکښې پهٔ ګڼه کښې داسې خبره کؤل هم مطلب به ېٔ دا وهٔ ۔ چې پهٔ عامه مجمع کښې ورته دَ خپلې عقیدې څرګندؤلو اؤ دَ شرک دَ تردید موقع پهٔ لاس ورشی اؤ ټول خلق دَ حق غلبه اؤ دَ باطل شکست پهٔ خپلو سترګو ووینی ۔

قَالُوْۤا ءَاَنْتَ فَعَلْتَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَا یٰۤاِبْرٰهِیْمُؕ۝۶۲

ترجمه: خلقو ووې آیا تا کړے دے دا کار زمونږ دَ معبودانو سره اے ابراهیمه ۔

قَالَ بَلْ فَعَلَهٗ١ۖۗ كَبِیْرُهُمْ هٰذَا فَسْـَٔلُوْهُمْ اِنْ كَانُوْا یَنْطِقُوْنَ۝۶۳

ترجمه: هغهٔ ووې نهٔ بلکې دا خو کړے دے دَ دوی دې مشر نو دَ دهٔ نه تپوس وکړیٔ ۔ کهٔ خبرې کؤلے شی ۔ ف۷۲

ف۷۲: یعنی زما نه دَ تپوس کؤلو څهٔ حاجت دے ۔ دا غټ بت روغ رمټ ولاړ دے ۔ تبر هم ورسره دے ۔ دا کار به هم دهٔ کړے وی اؤ فرض کړیٔ زهٔ وایم چې هم دهٔ کړے دے نو تاسو سره څهٔ دلیل دے چې دهٔ نهٔ دے کړے ۔ آیا همېشه پهٔ دنیا کښې داسې نهٔ کیږی چې هر زورور پهٔ کمزوری زیاتے کوی ۔ لوئے بادشاه دَ وړو بادشاهانو دښمن وی۔ غټ مهے واړهٔ مهيان روغ تیروی ۔ اؤ کهٔ تاسو دا نهٔ منیٔ نو دَ فیصلې ښهٔ شکل دا دے چې هم دَ دې خپلو خدایانو نه تپوس وکړیٔ چې دا کار چا کړے دے؟ پهٔ دوی خو تېره ده دوی به درته صحیح صحیح حال ووائی ۔ اؤ کهٔ دوی پهٔ داسې غټه معامله کښې هم دروغ رښتیا نهٔ شی فیصله کؤلے نو بیا دَ دوی نه تاسو نوره څهٔ طمع کویٔ ۔

تنبیه: زمونږ دَ تقریر نه دا واضحه شوه چې دَ ابراهیمؑ ” بَلْ فَعَلَهٗ كَبِیْرُهُمْ هٰذَا “ خلافِ واقعه خبر ورکؤل نهٔ وو ۔ دَ بحث پهٔ موقع دَ مخالف دَ دلیلونو حقیقت اؤ وزن معلومؤلو دپاره داسې دعوې کیږی ۔ دې ته څوک دروغ وئیلی شی؟ البته ظاهری شکل ېٔ دَ دروغو دے پهٔ دې وجه ځنی احادیثو کښې ورته دَ کذب لفظ استعمال شوے دے۔ مفسرانو دَ دې ګڼ توجیهات کړی دی خو زمونږ پهٔ خیال ېٔ دغه تفسیر واضح اؤ زیات صفا دے ۔

فَرَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَنْفُسِهِمْ فَقَالُوْۤا اِنَّكُمْ اَنْتُمُ الظّٰلِمُوْنَۙ۝۶۴

ترجمه: نو (خلقو) فکر وکړو پهٔ خپلو زړونو کښې ، نو وې وئیل اے خلقو هم تاسو بې انصافه ییٔ ۔ ف۷۳

ف۷۳: خلق پوهه شو چې دا بتان خو واقعی بې کاره څیزونه دی چې دَ خپل ځان حفاظت قدرې نهٔ شی کؤلے نو زمونږ سره به څهٔ امداد وکړی؟ یا ېٔ دا مطلب وهٔ چې تاسو دَ ځان سره خپله بد کړی دی چې دَ دې ځلمی خبره مو اورېدلے وه اؤ دَ بتانو حفاظت مو ونهٔ کړو ۔

ثُمَّ نُكِسُوْا عَلٰی رُءُوْسِهِمْ١ۚ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هٰۤؤُلَآءِ یَنْطِقُوْنَ۝۶۵

ترجمه: بیا ېٔ سرونه زوړند ونیؤل (اؤ وې وئیل) ف۷۴ ته خو ښهٔ پوهېږې چې دوی خبرې نهٔ شی کؤلے ۔ ف۷۵

ف۷۴: دَ شرمه ېٔ سرونه ټیټ نیولی وو پاس ېٔ کتلی نهٔ شو ۔

ف۷۵: یعنی تهٔ خو پوهېږې چې دوی خبرې نهٔ شی کؤلے نو بیا سره دَ پوهې مونږ ته داسې خبرې ولې کوے ۔

قَالَ اَفَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكُمْ شَیْـًٔا وَّ لَا یَضُرُّكُمْؕ۝۶۶

ترجمه: ابراهیم ووې نو آیا بیا هم تاسو عبادت کویٔ دَ الله نه غیر دَ داسې څیزونو چې نهٔ فائده درکؤلے شی اؤ نهٔ نقصان ۔

اُفٍّ لَّكُمْ وَ لِمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ١ؕ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ۝۶۷

ترجمه: نو زهٔ تاسو نه وېزاره یم اؤ دَ چا چې تاسو عبادت کویٔ دَ الله نه غیر آیا تاسو کښې عقل نشته ۔ ف۷۶

ف۷۶: یعنی بیا خؤ تاسو ته مرګ پکار دے ۔ کوم بتان چې خبره قدرې نهٔ شی کؤلے ، دَ خپل ځان حفاظت نهٔ شی کؤلے ، تاسو ته څهٔ نفع نقصان نهٔ شی در رسؤلے دَ هغو دَ عبادت نه خیر څهٔ دے؟ تاسو کښې دومره عقل هم نشته؟

قَالُوْا حَرِّقُوْهُ وَ انْصُرُوْۤا اٰلِهَتَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ۝۶۸

ترجمه: هغوی ووې ، وسوزویٔ دې اؤ امداد وکړیٔ دَ خپلو معبودانو کهٔ تاسو څهٔ کؤل غواړیٔ ۔ ف۷۷

ف۷۷: یعنی پهٔ بحث کښې خو ترېنه تاسو ګټه کؤلے نهٔ شیٔ خو اوس ښهٔ دا ده چې دَ خپلو خدایانو امداد خپله وکړیٔ اؤ دَ دې ځلمی نه دَ خپلو خدایانو دَ توهین بدله واخلیٔ کهٔ مونږ دَ خپلو خدایانو دَ سپکاوی بدل هم وانهٔ خستې شو نو بیا خو مونږ هېڅ دَ ښې نهٔ یو ۔ نو خپلو کښې پهٔ صلاح سره ېٔ ورته دا سزا خوښه کړه چې پهٔ اور کښې ېٔ سوزوؤ ۔ څنګه چې دَ خدایانو پهٔ سپکاوی دهٔ زمونږ پهٔ زړونو اور بل کړے دے چې مونږ دغه شان پهٔ دهٔ اور بل کړو ۔ نو ټولو دَ ځنګل نه ډېر شے لرګی راجمع کړل ۔ دَ اور لمبو دَ آسمان سره سیالی کؤله ۔ ابراهیمؑ ېٔ دغې لمبو ته ور وغورزؤلو ۔

قُلْنَا یٰنَارُ كُوْنِیْ بَرْدًا وَّ سَلٰمًا عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَۙ۝۶۹

ترجمه: مونږ ووې اے اوره ، شه یخ اؤ آرام پهٔ ابراهیم باندې ۔ ف۷۸

ف۷۸: الله تعالیٰ اور ته حکم وکړو چې دَ ابراهیمؑ دپاره یخ شه خو داسې یخ هم نه چې دَ واؤرې پهٔ شان دَ یخنیٔ نه تکلیف ورکړې ۔ ښهٔ معتدل یخ چې پهٔ بدن ښهٔ ولګی اؤ آرام ورته ورسی ۔

تنبیه: دَ اور یخېدل دَ ابراهیمؑ معجزه وه ۔ اؤ معجزه وائی دې ته چې الله تعالیٰ دَ خپلو دوستانو پهٔ خاطر دَ عام عادت نه خلاف یو کار وکړی ۔ یو سببِ عادی دَ خپل مسبب نه یا مسبب دَ خپل عادی سبب نه جدا شی ۔ دلته دَ سوزېدو عادی سبب اور موجود وهٔ لېکن مسبب سوزېدل ورباندې مرتب نهٔ شو ۔ دَ معجزې متعلق زمونږ یو مفصّل مضمون پهٔ المحؔمود رساله کښې څو قسطه کښې شائع شوے دے هغه وګوریٔ ۔

وَ اَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَخْسَرِیْنَۚ۝۷۰

ترجمه: اؤ دوی وغوښته دَ هغهٔ بدی ، نو مونږ هم هغوی پهٔ نقصان کښې واچؤل ۔ ف۷۹

ف۷۹: یعنی دَ ابراهیمؑ بد ېٔ غوښتل خپله خوار اؤ ذلیل شو ۔ هغهٔ ته ېٔ هېڅ نقصان ونهٔ شو رسؤلے ۔

وَ نَجَّیْنٰهُ وَ لُوْطًا اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا لِلْعٰلَمِیْنَ۝۷۱

ترجمه: اؤ بچ کړو مونږ دې اؤ لوط دَ داسې زمکې طرف ته چې مونږ پکښې برکت یٔښې دَ جهان دپاره ۔ ف۸۰

ف۸۰: یعنی ابراهیمؑ اؤ لوطؑ مو دَ دې وطن نه صحیح سالم شام ته بوتلل چې دَ ډېرو دنیاوی اؤ روحانی برکتونو ملک دے۔

وَ وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ١ؕ وَ یَعْقُوْبَ نَافِلَةً١ؕ وَ كُلًّا جَعَلْنَا صٰلِحِیْنَ۝۷۲

ترجمه: اؤ وبخښلو مونږ هغهٔ ته اسحاق اؤ یعقوب پهٔ انعام کښې ۔ ف۸۱ اؤ ټول مو نیک بختان کړل ۔ ف۸۲

ف۸۱: یعنی پهٔ آخر عمر کښې ېٔ دَ ځوی سوال کړے وهٔ مونږ ورپسې نمسے هم ورکړو۔

ف۸۲: یعنی ابراهیمؑ ، لوطؑ ، اسحاقؑ اؤ یعقوبؑ ټول نیک بخت وو ځکه چې ټول نبیان وو اؤ دَ نبی نه زیات نیک بخت به څوک وی؟

وَ جَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا وَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْرٰتِ وَ اِقَامَ الصَّلٰوةِ وَ اِیْتَآءَ الزَّكٰوةِ١ۚ وَ كَانُوْا لَنَا عٰبِدِیْنَۚۙ۝۷۳

ترجمه: اؤ کړل مو امامان چې سمه لار ېٔ ښودله زمونږ پهٔ حکم ، ف۸۳ اؤ حکم ور واستؤلو مونږ هغوی ته دَ نیکیٔ کؤلو اؤ دَ نمونځ قائم ساتلو اؤ دَ زکوٰة ورکؤلو ف۸۴ اؤ وو هغوی زمونږ عبادت کؤنکی ۔ ف۸۵

ف۸۳: یعنی خپله هم کاملان وو اؤ نور ېٔ هم کمال ته رسؤل ۔

ف۸۴: یعنی هغو ته مو وحې استؤله چې هغې کښې ورته دَ دې خبرو حکم وهٔ ۔ دا دَ هغوی دَ علمی کمال بیان دے ۔

ف۸۵: یعنی شپهٔ ورځ زمونږ پهٔ عبادت کښې مشغول وو ۔ بل کار ته ېٔ سترګې هم نهٔ پورته کؤلے ۔ دَ نبیانو پهٔ هر کار کښې دَ الله دَ رضا خیال وی ۔ دا ېٔ عملی کمال شو ۔

وَ لُوْطًا اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّ عِلْمًا وَّ نَجَّیْنٰهُ مِنَ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ تَّعْمَلُ الْخَبٰٓىِٕثَ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فٰسِقِیْنَۙ۝۷۴

ترجمه: اؤ لوط ته ورکړو مونږ حکم اؤ پوهه ۔ ف۸۶ اؤ بچ مو را وویستو دَ هغه کلی نه چې ګنده کارونه ېٔ کؤل ۔ بېشکه وو هغه خلق ډېر ناکاره نافرمانه ف۸۷

ف۸۶: یعنی حکمت اؤ حکومت اؤ عقل اؤ فهم ورکړې شو دَ نبیانو دَ شان موافق ۔

ف۸۷: دَ دغه کلی نوم سدوم وهٔ ۔ دا قوم ډېر بد اخلاقه وهٔ اؤ ډېر ګنده کارونه ېٔ کؤل ۔ دا قصه مخکښې هم تېره شوے ده ۔

وَ اَدْخَلْنٰهُ فِیْ رَحْمَتِنَا١ؕ اِنَّهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ۠۝۷۵

ترجمه: اؤ واخستو مونږ دې پهٔ خپل رحمت کښې بېشکه هغه وهٔ نیک بخته ف۸۸

ف۸۸: یعنی کوم وخت چې پهٔ دغه ناکاره قوم عذاب راغلو نو لوطؑ اؤ دَ هغهٔ ملګری مو دَ خپل رحمت پهٔ څادر کښې پټ کړل اؤ دَ عذاب نه مو بچ کړل ۔ چې دَ نیکانو اؤ بدانو انجام څرګند شی ۔

وَ نُوْحًا اِذْ نَادٰی مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَنَجَّیْنٰهُ وَ اَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِۚ۝۷۶

ترجمه: اؤ کله چې نوح فریاد وکړو دَ هغوی نه مخکښې ، ف۸۹ بیا قبوله کړه مونږ دَ هغهٔ دعا نو بچ مو کړو هغه اؤ دَ هغهٔ کورنۍ دَ غټې خطرې نه ۔

ف۸۹: یعنی دَ ابراهیمؑ اؤ لوطؑ نه مخکښې ۔

وَ نَصَرْنٰهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ۝۷۷

ترجمه: اؤ امداد مو وکړو دَ هغهٔ دَ قوم پهٔ مقابله کښې چې دروغ ېٔ ګڼل زمونږ آیتونه ۔ بېشکه وو هغوی ناکاره قوم ، بیا غرق مو کړل ټول پهٔ جمع ۔ ف۹۰

ف۹۰: نوحؑ نهه نیم سوه (۹۵۰) کاله قوم ته نصیحتونه وکړل اؤ ډېر تکلیفونه ېٔ برداشت کړل ۔ آخر چې دَ خلقو دَ اصلاح نه نا امیده شو نو دا دعا ېٔ وغوښته ۔ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ (سوره قمر ، رکوع ۱) (یا الله زهٔ خو ستړے شوم تهٔ مې امداد وکړه) نو الله تعالیٰ دَ هغهٔ دعا قبوله کړه اؤ کافران ېٔ ټول تباه کړل پوره قصه مخکښې تېره شوے ده ۔

وَ دَاوٗدَ وَ سُلَیْمٰنَ اِذْ یَحْكُمٰنِ فِی الْحَرْثِ اِذْ نَفَشَتْ فِیْهِ غَنَمُ الْقَوْمِ١ۚ وَ كُنَّا لِحُكْمِهِمْ شٰهِدِیْنَۗۙ۝۷۸

ترجمه: اؤ داؤد اؤ سلیمان کله چې هغوی فیصله کؤله دَ پټی پهٔ جګړه کښې کله چې دَ شپې خراب کړے وهٔ دا پټے دَ یو قوم بیزو ۔ اؤ دَ هغوی دا فیصله زمونږ مخکښې ده ۔

فَفَهَّمْنٰهَا سُلَیْمٰنَ١ۚ وَ كُلًّا اٰتَیْنَا حُكْمًا وَّ عِلْمًا١٘ وَّ سَخَّرْنَا مَعَ دَاوٗدَ الْجِبَالَ یُسَبِّحْنَ وَ الطَّیْرَ١ؕ وَ كُنَّا فٰعِلِیْنَ۝۷۹

ترجمه: نو مونږ پوهه کړو پهٔ دغه فیصله سلیمان ، اؤ دواړو ته ورکړے وهٔ مونږ حکم اؤ پوهه، ف۹۱ اؤ تابع کړو مونږ داؤد سره غرونه ، چې تسبیح وائی اؤ الوتونکی مارغان ، ف۹۲ اؤ دا هر څهٔ مونږ وکړل ۔ ف۹۳

ف۹۱: حضرت داؤد علیه السّلام پپېغمبر وهٔ ۔ سلیمانؑ دَ هغهٔ ځوئے وهٔ ۔ هغه هم پېغمبر وهٔ ۔ دواړو ته الله پاک حکومت اؤ حکمت اؤ دَ فیصلو پوهه ورکړے وه ۔ سلیمانؑ به پهٔ وړوکوالی کښې داسې دَ هوښیارتیا کارونه کؤل چې خلق به ورته حیران پاتی شول ۔ یو ځل داؤدؑ ته یوه مقدمه راغلے وه ۔ دَ یو سړی پټی ته دَ شپې دَ بل سړی ګډې اوړېدلې وې اؤ پټے ېٔ ډېر خراب کړے وهٔ ۔ داؤدؑ دا اندازه ولګؤله چې دا ګډې هم دَ دغه هومره قیمت دی څومره چې دَ پټی دَ خاوند تاوان شوے دے ۔ نو دا فیصله ېٔ وکړه چې دا ګډې دې دې سړی ته پهٔ تاوان کښې ورکړې شی ۔ سلیمانؑ ووې چې زما خو دا خیال دے چې ګډې دې دَ پټی خاوند ساتی اؤ دَ هغې پئ (شودهٔ) دې پکار راولی ۔ اؤ دَ ګډو خاوند دې تر هغې وخته دَ پټی اوبهٔ خور اؤ نور خدمت کوی ۔ چې پټے بیا هغه شان شین اؤ تازه شی څنګه چې وهٔ اؤ دَ پټی دَ خاوند تاوان پوره شی ۔ نو بیا دې خپل خپل شے واپس واخلی ۔ پهٔ دې طریقه به دواړه دَ تاوان نه بچ شی ۔ دَ داؤدؑ هم دا خبره خوښه شوه نو خپله فیصله ېٔ واپس کړه اؤ پهٔ دغه ېٔ فیصله وکړه ۔ پلار اؤ ځوی دواړو چې فیصله کؤله نو الله ته معلومه وه اؤ دواړو ته الله پاک علم اؤ دَ فیصلې کؤلو پوهه ورکړے وه خو پهٔ دې وخت کښې ېٔ سلیمانؑ ته هغه خبره وښیٔله کومه چې دَ الله پاک ډېره خوښه وه ۔ آخر داؤدؑ هم هغه خبره ومنله ۔ دې نه معلومیږی چې پېغمبرانو به دَ بادشاهیٔ پهٔ حالت کښې هم دَ خلقو دَ وړو وړو خبرو اؤ دَ الله مخلوق ته دَ فائدې رسؤلو ډېر خیال ساتلو ۔

ف۹۲: داؤد علیه السّلام ډېر خوش آوازه وهٔ کله چې به هغهٔ پهٔ خپل شوق کښې پهٔ وچت آواز دَ زبور تلاوت کؤلو اؤ تسبیح به ېٔ وې نو غرونو اؤ دَ هوا مارغانو به هم ورسره وې۔

ف۹۳: یعنی پهٔ دې مهٔ حیرانېږیٔ چې غرونو اؤ مارغانو تسبیح څنګه وې ۔ دا کار خو ما کؤلو اؤ زما دَ طاقت اؤ قدرت پهٔ مقابله کښې دا لا څهٔ کار دے؟ چې تاسو ورته حیرانېږیٔ ۔

وَ عَلَّمْنٰهُ صَنْعَةَ لَبُوْسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِّنْۢ بَاْسِكُمْ١ۚ فَهَلْ اَنْتُمْ شٰكِرُوْنَ۝۸۰

ترجمه: اؤ وښیٔلو مونږ هغهٔ ته ستاسو یو لباس جوړؤل چې حفاظت وکړی ستاسو پهٔ جنګونو کښې ف۹۴ نو آیا تاسو شکر کویٔ؟ ف۹۵

ف۹۴: الله تعالیٰ داؤدؑ ته داسې طاقت ورکړے وهٔ چې وسپنه به دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې لکه دَ موم نرمه شوه ۔ هغهٔ به ترېنه ډېره مضبوطه اؤ نرۍ زغره جوړه کړه کومه چې به جنګ کښې ډېره پکار راتله ۔

ف۹۵: یعنی دَ ستاسو دَ فائدې دپاره خو مونږ داؤدؑ ته داسې هنر وښیٔلو اوس تاسو خپله فکر وکړیٔ چې تاسو دَ دې څهٔ شکر ادا کړو؟

وَ لِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ عَاصِفَةً تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖۤ اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا١ؕ وَ كُنَّا بِكُلِّ شَیْءٍ عٰلِمِیْنَ۝۸۱

ترجمه: اؤ سلیمان دپاره مو تابع کړه تېزه چلیدونکې هوا چې چلېده به دَ هغهٔ پهٔ حکم هغې زمکې طرف ته چې برکت یٔښې دے مونږ پهٔ هغې کښې ف۹۶ اؤ مونږ پهٔ هر څیز ښهٔ خبر یو ۔ ف۹۷

ف۹۶: حضرت سلیمانؑ دعا غوښتې وه ”رَبِّ اغْفِرْلِیْ وَ هَبْ لِیْ مُلْکًا لَّا یَبْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْۢ بَعْدِیْ“ (سوره ص ، رکوع ۳)

نو الله تعالیٰ هوا اؤ پېریان دَ هغهٔ تابع کړل ۔ سلیمانؑ یو لوئے تخت جوړ کړے وهٔ چې پهٔ هغې به ورسره خپل وزیران مشیران اؤ ضروری سامان پروت وهٔ ۔ هوا به هغه تحت پورته کړو اؤ ډېر پهٔ آرام به ېٔ هغه ځائې ته ورسؤلو چرته چې به هغه تلو ۔ دَ یمن نه شام پورې اؤ دَ شام نه تر یمن پورې دَ یوې میاشتې لار به دې تخت تر غرمې پورې وهله ۔ عجیبه خبره ده چې نن سبا دَ هوائی جهازونو پهٔ دې زمانه کښې هم ځنی بدبخته دَ داسې معجزو نه انکار کوی ۔ آیا کوم کار چې بنیادم دَ بجلۍ اؤ بړاس نه اخستے شی هغه کار الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت نهٔ شی کؤلے؟

ف۹۷: الله تعالیٰ ته دَ هر کار پوره پوره علم دے هغه ښهٔ پوهیږی چې چا ته کوم قسم امتیاز ورکؤل مناسب دی اؤ دَ هوا اؤ نورو عناصرو نه څنګه کار اخستے شی ۔

وَ مِنَ الشَّیٰطِیْنِ مَنْ یَّغُوْصُوْنَ لَهٗ وَ یَعْمَلُوْنَ عَمَلًا دُوْنَ ذٰلِكَ١ۚ وَ كُنَّا لَهُمْ حٰفِظِیْنَۙ۝۸۲

ترجمه: اؤ تابع مو کړل ورته ډېر شیطانان چې هغهٔ دپاره به ېٔ غوپې وهلې ، اؤ دَ دې نه علاوه ېٔ نور هم ورته ډېر کارونه کؤل ، ف۹۸ اؤ مونږ ورته (دا شیطانان) راټینګ کړی وو۔ ف۹۹

ف۹۸: دَ شیاطین نه مطلب سرکش پېریان دی ۔ دوی به دَ سلیمانؑ دپاره سمندر کښې غوپې وهلې اؤ ملغلرې به ېٔ راویستې ۔ اؤ دَ آبادیٔ دپاره به ېٔ ورباندې درانهٔ درانهٔ کاڼی پورته کؤل اؤ دَ لښکر دَ لنګر دَ تانبې درانهٔ دیګونه چې بنیادمو نهٔ شو پورته کؤلے هغه به ېٔ هم پهٔ دې پیریانو دَ یو ځائې نه بل ځائې ته وړل ۔ غرض دا چې هر سخت کار به ېٔ پهٔ دوی کؤلو اؤ کوم ناشنا کارونه چې پهٔ دې زمانه کښې مادی طاقتونو سره کیږی دا الله پاک هغه وخت کښې دَ سلیمانؑ پهٔ روحانی قوتونو کؤلو ۔

ف۹۹: یعنی مونږ پهٔ خپل قدرت شیطانان دَ سلیمانؑ دپاره داسې تابع کړی وو چې هغهٔ به ترېنه هر قسم کار اخستو اؤ دوی نهٔ انکار کؤلے شو نهٔ ېٔ هغهٔ ته څهٔ نقصان رسؤلے شو ۔ مونږ ېٔ ترېنه پهٔ خپل قدرت حفاظت کؤلو ۔ دا دَ قدرت کار وهٔ ګنی دَ بنیادم څهٔ طاقت دے چې پیریان پهٔ زنځیرونو وتړلے شی ۔ وَ اٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ (سوره ص ، رکوع۳)

وَ اَیُّوْبَ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَ اَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَۚۖ۝۸۳

ترجمه: اؤ کله چې ایوب فریاد وکړو خپل رب ته ، چې پهٔ ما راغلے دے سخت تکلیف اؤ تهٔ ئ دَ ټولو رحم کؤنکیو نه زیات رحم کؤنکے،

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَكَشَفْنَا مَا بِهٖ مِنْ ضُرٍّ وَّ اٰتَیْنٰهُ اَهْلَهٗ وَ مِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَ ذِكْرٰی لِلْعٰبِدِیْنَ۝۸۴

ترجمه: نو مونږ واورېدو دَ هغهٔ فریاد ، نو لرې مو کړو ترېنه څهٔ تکلیف چې پهٔ هغهٔ وهٔ ، اؤ ورمو کړو ورته خپل کورواله ، اؤ دَ هغې هومره نور هم ف۱۰۰ رحمت دَ خپل طرف نه اؤ نصیحت عبادت کؤنکیو دپاره ف۱۰۱

ف۱۰۰: حضرت ایوبؑ ته الله تعالیٰ دَ دنیا هر نعمت اؤ آرام ورکړے وهٔ ۔ پټی ، څاروی ، نیک بخته ښځه اؤ صالح اولاد وینځې غلامان هر څهٔ ېٔ ډېر وو ۔ اؤ ښهٔ پهٔ آرام ژوند وهٔ ۔ ایوبؑ به دَ الله پاک ډېر حمد ثنا وې اؤ ډېر شکر به ېٔ ادا کؤلو خو بیا هم الله تعالیٰ ورباندې دَ ازمېښت دپاره سخته راوسته ۔ فصلونو باندې ېٔ اور ولګېدو ۔ څاروی ېٔ ټول مړهٔ شو۔ پهٔ اولاد ېٔ کوټه راپرېوته ټول ورلاندی شو ۔ یارانو دوستانو ورته شا کړه پهٔ ټول بدن ېٔ دانې راوختې اؤ چینجی پکښې وشو ۔ هېڅوک نژدے نهٔ ورتلهٔ ۔ یوه ښځه ېٔ پهٔ خدمت ولاړه وه ۔ هغه عاجزه هم آخر ستړې شوه ۔ بې شانه سختی وه ۔ خو ایوبؑ څنګه چې پهٔ راحته کښې شاکر وهٔ دغه شان پهٔ سخته کښې صابر وهٔ ۔ دَ خلې نه ېٔ اُف نهٔ ختو ۔ خو چې تکلیف ېٔ دَ حد نه زیات شو اؤ دوست دښمن ټولو خبرې شروع کړې چې دهٔ څهٔ ډېره سخته ګناه کړے ده ځکه الله پاک داسې سخته سزا ورکړه ۔ چې دَ خلقو دَ خبرو نه تنګ شو نو الله ته ېٔ سوال وکړو ۔ اے زما ربه پهٔ ما خو ډېره سخته ده ۔ زه عاجز بنده یم اؤ تهٔ مهربانه بادشاه ئ پهٔ ما رحم وکړې ۔ الله پاک دَ هغهٔ سوال قبول کړو ۔ ورسره خوا کښې دَ زمکې نه چینه را ووته چې هغې کښې ېٔ ولمبل بدن ېٔ جک جوړ شو ۔ مال دولت بیا الله پاک ډېر وکړو ۔ اولاد ېٔ هم دَ هغې نه زیات وشو ۔ هر قسم آرام اؤ راحت ورکړې شو ۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی چې پهٔ پټو ېٔ دَ سرو زرو ملخان وورېدل ۔

ف۱۰۱: یعنی پهٔ ایوبؑ الله پاک مهربانی وکړه اؤ دَ ټولو نیکو بندګانو دپاره ېٔ یو یادګار پرېښو ۔ چې کله پهٔ یو نیک بنده دنیا کښې څهٔ سخته راشی نو هغهٔ ته پکار دی چې دَ ایوبؑ غوندې صبر اؤ استقلال نه کار واخلی اؤ صرف خپل الله ته دې سوال کوی ۔ الله تعالیٰ به ورباندې رحم کوی ۔ بل دا چې کله کله دَ امتحان دپاره الله پاک پهٔ خپلو دوستانو هم سخته راولی ۔ نو سخته یواځې دَ الله پاک دَ قهر اؤ غضب علامه نه ده (کله کله دَ ازمېښت دپاره پهٔ نیکو بندګانو هم سخته راځی چې دَ صبر اجر بیا مومی)۔

وَ اِسْمٰعِیْلَ وَ اِدْرِیْسَ وَ ذَا الْكِفْلِ١ؕ كُلٌّ مِّنَ الصّٰبِرِیْنَۚۖ۝۸۵

ترجمه: اؤ اسماعیل اؤ ادریس اؤ ذوالکفل ، دا ټول وو صابران ۔ ف۱۰۲

ف۱۰۲: یعنی دا ټول دَ الله پاک دوستان ، نیک بندګان اؤ صابران وو ۔ دَ اسماعیلؑ اؤ ادریسؑ قصه مخکښې پهٔ سورتِ مریم کښې تېره شوے ده ۔ دَ ذوالکفل پهٔ حق کښې اختلاف دے چې پېغمبر وهٔ کهٔ هسې نیک سړے وهٔ ۔ وائی چې ذوالکفل دَ یو سړی ضمانت کړے وهٔ خالص دَ الله دَ رضا دپاره پهٔ هغې کښې ېٔ بیا ډېره موده جیل وخوړو اؤ ډېرې سختې ېٔ تېرې کړې ۔

تنبیه: پهٔ مسند امام احمد اؤ جامع ترمذی کښې دَ یو سړی قصه راځی چې اول ډېر بدکار ، فاسق اؤ فاجر وهٔ ۔ بیا ېٔ توبه ووېسته ۔ اؤ ډېر نیک سړے شو ۔ پهٔ حدیثو کښې دَ هغهٔ نوم کفل راغلے دے ۔ خو دا هغه ذوالکفل نهٔ معلومیږی دَ کوم ذکر چې پهٔ قرآن کښې دے ۔ دَ موجوده زمانې دَ ځنو مفسرینو خیال دے چې ذوالکفل هم هغه دے کوم ته چې ”حزقیل“ وئیلی شی ۔ والله اعلم ۔

وَ اَدْخَلْنٰهُمْ فِیْ رَحْمَتِنَا١ؕ اِنَّهُمْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۸۶

ترجمه: اؤ واخستل دوی مونږ پهٔ خپل رحمت کښې اؤ وو دا ټول نیک بخته ۔

وَ ذَا النُّوْنِ اِذْ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَیْهِ فَنَادٰی فِی الظُّلُمٰتِ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحٰنَكَ١ۖۗ اِنِّیْ كُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَۚۖ۝۸۷

ترجمه: اؤ دَ مهی خاوند کله چې لاړو هغه پهٔ غصه کښې ف۱۰۳ نو خیال ېٔ وکړو چې مونږ ېٔ نهٔ شو راګېرؤلے ، ف۱۰۴ بیا ېٔ فریاد وکړو پهٔ هغه تیرو کښې ف۱۰۵ چې بل معبود نشته غیر ستا نه ، تهٔ پاک ئ ۔ زهٔ ووم ګناهګار ۔ ف۱۰۶

ف۱۰۳: ذَا النُّوْن وئیلې شوے دے حضرت یونسؑ ته ۔ دَ یونسؑ مختصره قصه دا ده چې هغهٔ پهٔ ښار نینویٰ کښې کوم چې دَ موصل سره نژدے ښار وهٔ ، دَ خلقو دَ هدایت دپاره الله پاک پهٔ پېغمبریٔ راستؤلے وهٔ ۔ یونسؑ دغه خلق دَ بت پرستیٔ نه منع کؤل اؤ دَ توحید تبلیغ ېٔ ورته کؤلو ۔ لېکن هغه خلقو دَ دهٔ نصیحت نهٔ منلو ۔ چې ډېره موده ېٔ تبلیع وکړو اؤ خلقو ېٔ هم هغه شان مخالفت کؤلو ۔ نو آخر ېٔ دغه قوم ته ښېرې وکړې اؤ دَ الله نه ېٔ دَ عذاب سوال وکړو ۔ خو دَ الله تعالیٰ حکم ته ېٔ انتظار ونهٔ کړو اؤ دَ خپل طرف نه ېٔ خلقو ته دَ عذاب دپاره درے ورځې نېټه کښېښوه اؤ خپله دَ ډېر خفګان نه دَ کلی نه بهر ووتو ۔ خلقو خو پېژندو چې دَ الله نبی دے خو دَ ضد نه ېٔ دَ هغهٔ خلاف کؤلو ۔ زړهٔ کښې ېٔ دا یقین وهٔ چې دَ نبی دعا خالی نهٔ ځی رښتیا به تباه شو ۔ څهٔ دَ عذاب ابتدائی علامې ېٔ هم ولیدې ۔ نو ټول خلق نر ښځې ، واړهٔ اؤ څاروی هر څهٔ سره دَ کلی نه بهر میدان ته ووتل ۔ بتان ېٔ مات کړل اؤ پهٔ اخلاص ېٔ توبه ووېسته اؤ دا وعده ېٔ وکړه چې دې نه پس به دَ یونسؑ هره خبره منو ۔ اؤ دَ یونسؑ پهٔ لټون پسې روان شو ۔ خو هغه ېٔ چرته ونهٔ مندو ۔ الله تعالیٰ دَ هغوی توبه قبوله کړه اؤ راتلونکے عذاب ېٔ ترېنه پورته کړو ۔

فَلَوْلَا کَانَتْ قَرْیَةٌ اٰمَنَتْ فَنَفَعَھَآ اِیْمَانُھَآ اِلَّا قَوْمَ یُوْنُسَ ؕ لَمَّآ اٰمَنُوْا کَشَفْنَا عَنْھُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ مَتَّعْنٰھُمْ اِلٰی حِیْنٍ (سوره یونس ، رکوع ۱۰)

یونسؑ چې دَ کلی نه ووتو نو دَ یوې ډلې سره پهٔ کشتۍ کښې سور شو پهٔ دریاب پورې وتو بل ښار ته روان وهٔ ۔ کشتۍ مینځ دریاب کښې پهٔ غولۍ کښې راګېره شوه ډوبېده ۔ دَ کشتۍ خلقو صلاح وکړه چې کشتۍ درنه ده دَ وزن کمؤلو دپاره ترېنه یو کس دریاب کښې غوزؤل پکار دی ۔ کهٔ یو ډوب شی نور خو به دَ ډوبېدو نه بچ شی (یا ېٔ دَ خپلې عقیدې مطابق دا خیال وکړو چې پهٔ دې کشتۍ کښې څوک غلام دَ خپل مالک نه تښتېدلے ناست دے) بهرحال دَ یو کس غوزؤلو دپاره قرعه اندازی وشوه ۔ هغې کښې دَ یونسؑ نوم را وختو ۔ درے ځله قرعه واچؤلے شوه ۔ هر ځل دَ هغهٔ نوم راختو ۔ خو خلقو چې به دَ هغهٔ روښانه څهرې ته کتل نو پهٔ غورزؤلو به ېٔ زړهٔ نهٔ کېدو ۔ آخر هغهٔ خپله دریاب ته ټوپ کړو ۔ یو غټ مهے ورته تیار ولاړ وهٔ ۔ روغ ېٔ تېر کړو ۔ الله تعالیٰ مهی ته حکم وکړو چې ګېډه کښې ېٔ امانت کېږده چې څهٔ تکلیف ورنهٔ کړې ۔ دا ستا خوراک نهٔ دے بلکې ستا ګېډه دَ دهٔ دپاره قیدخانه ده ۔ دا زما امانت دے خیال ېٔ ساته دَ مهی پهٔ ګېډه کښې یونسؑ الله تعالیٰ ته سوال وکړو ۔ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحَانَكَ اِنِّیْ کُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ۝

دَ خپلې غلطیٔ اقرار ېٔ وکړو چې ما تلوار وکړه دَ ستا دَ حکم انتظار مې ونهٔ کړو اؤ دَ کلی نه را ووتم زما دا غلطی معاف کړې ۔ اګرچې دا یو اجتهادی غلطی وه کومه چې عام امت ته معاف ده ۔ لېکن دَ نبیانو تربیت خو ډېر سخت وی ۔ پهٔ کوم کار کښې چې دَ وحې اؤ دَ الله دَ حکم امید کېدے شی پهٔ هغې کښې دَ حکم انتظار نهٔ کؤل اؤ پهٔ خپل خیال یو کار کؤل دَ نبی دَ لوړ شان سره مناسب نهٔ دی ۔ پهٔ دغه وجه ورسره دومره سخت ګرفت وشو ۔ آخر ېٔ توبه قبوله شوه اؤ مهی دَ دریاب پهٔ غاړه وغوزؤلو ۔ اؤ څو ورځې پس بیا هم هغه کلی ته صحیح سالم ورسېدو ۔

ف۱۰۴: یعنی دا خیال ېٔ وکړو چې پهٔ دې حرکت به مونږ دَ دهٔ ګرفت نهٔ کوؤ ۔ یا داسې وتښتېدو لکه چې دَ چا دا ګومان وی چې مونږ به ېٔ راګېر نهٔ کړې شو ۔ دَ کلی نه څهٔ ووتو لکه چې زمونږ دَ قدرت نه بهر شو ۔ دا مطلب ېٔ نهٔ دے چې (نعوذ بالله) دَ یونسؑ واقعی داسې خیال وهٔ ۔ داسې خیال خو یو عام مسلمان هم نهٔ شی کؤلے ۔ نبی به څنګه داسې خیال وکړی ۔ خو غرض دا دے چې کار ېٔ داسې وکړو لکه دَ چا چې داسې خیال وی ۔ دَ الله تعالیٰ دا طریقه ده چې کاملانو ته پهٔ ډېره معمولی غلطیٔ سخته سزا ورکوی اؤ پهٔ سختو الفاظو ېٔ بیانوی ۔ لکه څنګه چې مونږ څو ځایه لیکلی دی اؤ پهٔ دې باندې دَ کاملانو څهٔ سپکاوے نهٔ کیږی ۔ بلکې شان ېٔ نور هم پورته کیږی ۔

ف۱۰۵: یعنی دَ دریاب پهٔ وېښ کښې دَ مهی پهٔ ګېډه کښې ، اؤ دَ شپې پهٔ تیارهٔ کښې ، نو دَ ګڼې تیرې راجمع شوې ۔

ف۱۰۶: یعنی زما نه سخته غلطی شوے ده خو تهٔ لوئے بادشاه ئ زما دا غلطی معاف کړې ۔

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ١ۙ وَ نَجَّیْنٰهُ مِنَ الْغَمِّ١ؕ وَ كَذٰلِكَ نُـْۨجِی الْمُؤْمِنِیْنَ۝۸۸

ترجمه: بیا مونږ راؤرېدو دَ هغهٔ فریاد اؤ خلاص مو کړو دَ تنګسیا نه ، اؤ هم دغه شان بچ کوؤ مونږ ایماندار ۔ ف۱۰۷

ف۱۰۷: یعنی دا یواځې دَ یونسؑ خصوصیت نهٔ دے ۔ هر یو مؤمن چې پهٔ اخلاص سره مونږ ته سوال وکړی نو مونږ ېٔ دغه شان دَ مصیبت نه خلاصوؤ ۔ پهٔ حدیثونو کښې دَ دې دعا ډېر فضیلت بیان شوے دے اؤ مسلمانانو همېشه دَ سختې پهٔ وخت کښې دې نه فائده اخستې ده ۔

وَ زَكَرِیَّاۤ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ رَبِّ لَا تَذَرْنِیْ فَرْدًا وَّ اَنْتَ خَیْرُ الْوٰرِثِیْنَۚۖ۝۸۹

ترجمه: اؤ زکریا کله چې هغهٔ فریاد وکړو رب ته اے ربه ، مهٔ پرېږده ما یواځې ف۱۰۸ اؤ تهٔ ئ دَ ټولو نه ښهٔ وارث ف۱۰۹

ف۱۰۸: یعنی زما اولاد نشته ، نارینه اولاد راکړې چې ما نه پس دَ تبلیغ کار جاری وساتی اؤ دَ قوم خدمت وکړی لکه څنګه چې دَ سورتِ مریم پهٔ فوائدو کښې تېر شوی دی ۔

ف۱۰۹: وارث ېٔ غوښتو نو پهٔ هغه مناسبت ېٔ دَ الله پهٔ نومونو کښې نوم (وارث) یاد کړو (یَرِثُنِیْ وَ یَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ) (سورتِ مریم ، رکوع ۱) ۔

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ١٘ وَ وَهَبْنَا لَهٗ یَحْیٰی وَ اَصْلَحْنَا لَهٗ زَوْجَهٗ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَ یَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّ رَهَبًا١ؕ وَ كَانُوْا لَنَا خٰشِعِیْنَ۝۹۰

ترجمه: نو مونږ قبول کړو دَ هغهٔ سوال اؤ ور مو کړو هغهٔ ته یحییٰ اؤ روغه مو کړه ورته دَ هغهٔ ښځه ، ف۱۱۰ بېشکه دوی کوشش کؤلو پهٔ ښو کارونو کښې ۔ اؤ بللو به ېٔ مونږه پهٔ طمع اؤ پهٔ ویره ۔ اؤ وو زمونږ مخکښې عاجزی کؤنکی ۔ ف۱۱۱

ف۱۱۰: یعنی شنډه ښځه ېٔ دَ بچی راؤړو قابله کړه ۔

ف۱۱۱: ځنې ناپوهه صوفیان وائی څوک چې الله پهٔ څهٔ طمع یا دَ ویرې یادوی هغه دَ الله محبوب نهٔ دے ۔ دَ دې آیت نه دَ هغوی دَ خیال غلطی څرګندیږی ۔ دَ نبیانو نه به زیات دَ الله محبوب څوک وی (چې نبیان دَ الله ذکر دَ الله دَ رحم اؤ انعام پهٔ طمع اؤ دَ قهر اؤ غضب دَ ویرې کوی نو بل مسلمان به ېٔ ولې نهٔ کوی؟) ۔

وَ الَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهَا مِنْ رُّوْحِنَا وَ جَعَلْنٰهَا وَ ابْنَهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ۝۹۱

ترجمه: اؤ هغه ښځه چې قابو کړے ېٔ وهٔ خپل شهوت ، ف۱۱۲ بیا پوک وهلو پهٔ هغې کښې مونږ خپل روح ۔ ف۱۱۳ وکړه مونږ هغه اؤ دَ هغې ځوئے نښانه دَ عالمو دپاره ۔ ف۱۱۴

ف۱۱۲: یعنی پهٔ جائزه اؤ ناجائزه دواړو طریقه ېٔ دَ شهوت نه ځان ساتلے وهٔ ، پاکه پېغله وه ناوادهٔ ۔

ف۱۱۳: یعنی دَ عیسٰیؑ (چې لقب ېٔ روح الله وهٔ) پرورش مو دَ هغې پهٔ ګېډه کښې وکړو۔

ف۱۱۴: دَ دې تفسیر پهٔ سورتِ مریم اؤ آلِ عمران کښې تېر شوے دے ۔

اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً١ۖ٘ وَّ اَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْنِ۝۹۲

ترجمه: دا خلق دی ستاسو پهٔ دین ټول پهٔ یو دین ۔ اؤ زهٔ ستاسو رب یم نو خالص زما عبادت کویٔ ۔ ف۱۱۵

ف۱۱۵: یعنی الله مو هم یو دے اؤ اصل دین مو هم یو دے ۔ دَ ټولو الهامی دینونو بنیادی اصول یو دی ۔ پاتې شو پهٔ جزئیاتو کښې اختلاف نو هغه دَ زمانې اؤ دَ وطن اؤ دَ قومونو دَ خصوصیاتو پهٔ وجه عین دَ حکمت اؤ مصلحت موافق دے ۔ بد اختلاف هغه دے چې پهٔ بنیادی اصولو کښې اختلاف وی ۔ نو هر کله چې الله مو یو دے اؤ دین مو یو دے نو بیا پکار ده چې خپلو کښې جګړې نهٔ کویٔ اؤ ټول پهٔ جمع دَ هغه یو الله عبادت کویٔ ۔ اؤ دَ دین متفقه اصول ښهٔ مضبوط ونیسیٔ ۔

وَ تَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ١ؕ كُلٌّ اِلَیْنَا رٰجِعُوْنَ۠۝۹۳

ترجمه: اؤ تقسیم کړل خلقو خپلو کښې خپل کارونه ، ف۱۱۶ ټول به ما ته واپس کیږی ۔ ف۱۱۷

ف۱۱۶: یعنی مونږ خو دَ اصولو پهٔ اعتبار یو دین راستؤلے وهٔ ۔ خو خلقو ورکښې اختلاف پیدا کړو ۔ ټوکړې ټوکړې ېٔ کړو ۔ اصولو ته ېٔ شا کړه اؤ پهٔ جزئیاتو پورې ونښتل ۔

ف۱۱۷: یعنی مونږ ته چې واپس را ورسیٔ نو اختلاف به فیصله شی ۔ هر چا ته به دَ خپل عمل بدله ورکړې شی اؤ فیصله به وشی چې کوم کار صحیح اؤ کوم غلط وهٔ ۔ وړاندې بیا دَ هغې جزا تفصیل دے ۔

فَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْیِهٖ١ۚ وَ اِنَّا لَهٗ كٰتِبُوْنَ۝۹۴

ترجمه: نو څوک چې کوی نیک کارونه ، اؤ هغه ایماندار وی نو بې کاره به نهٔ ځی دَ هغوی کوشش ، اؤ مونږ هغه لیکو ۔ ف۱۱۸

ف۱۱۸: یعنی دَ هېچا خواری به نهٔ بربادیږی دَ یو یو ذرې نیکیٔ بدله به ورکؤلے شی ۔ هر وړوکے اؤ غټ کار مونږ دَ هر بنیادم پهٔ خپله عملنامه کښې لیکو ۔ دَ قیامت پهٔ ورځ به دغه عملنامه هر چا ته مخې ته پرته وی اؤ دَ هغې پهٔ مناسب به جزا یا سزا ورکؤلے شی۔

وَ حَرٰمٌ عَلٰی قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَاۤ اَنَّهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ۝۹۵

ترجمه: اؤ مقرر شوے ده پهٔ هر هغه کلی باندې چې مونږ تباه کړے دا خبره چې دوی رجوع نهٔ کوی ۔ ف۱۱۹

ف۱۱۹: اول دَ مؤمنانو حال بیان شو اوس دَ هغې مقابله کښې دَ کافرانو حال بیانؤلے شی۔ یعنی دَ چا پهٔ قسمت کښې چې تباهی اؤ بربادی مقرر شوے ده هغوی هېچرې دَ کفر نه توبه نهٔ وباسی اؤ الله طرف ته رجوع نهٔ کوی ۔ یا دا چې هغوی به دنیا ته واپس نهٔ راځی چې توبه وباسی اؤ دَ خپلو ګناهونو معافی وغواړی نو بیا دَ هغوی دَ کامیابیٔ څهٔ طمع کېدے شی ۔ دَ هغوی دَ واپس کېدو خو بس یوه موقع ده چې دوباره ژوندی شی اؤ دَ الله پهٔ دربار کښې حساب دپاره ودریږی ۔ پهٔ دغه وخت به ډېرې توبې وباسی خو دَ قبلېدو وخت به ېٔ تېر وی ۔

حَتّٰۤی اِذَا فُتِحَتْ یَاْجُوْجُ وَ مَاْجُوْجُ وَ هُمْ مِّنْ كُلِّ حَدَبٍ یَّنْسِلُوْنَ۝۹۶

ترجمه: تر دې چې پرانستې شی یاجوج اؤ ماجوج اؤ هغوی دَ هر وچت ځائې نه را ورغړی ف۱۲۰

ف۱۲۰: یعنی قیامت ته نژدے دَ عیسٰیؑ دَ راکوزېدو نه پس به یاجوج ماجوج دَ ذوالقرنین جوړ کړے دیوال مات کړی اؤ پهٔ دنیا به راخوارهٔ شی ۔ دوی به دومره ډېر وی چې هرځائې به ترېنه ډک وی ۔ وچت اؤ ټیټ هر ځائې چې ګورې هم دوی به را روان وی ۔ هېڅ یو انسانی طاقت به دَ دې سیلاب مقابله نهٔ شی کؤلے ۔ آخر به دَ عیسٰیؑ پهٔ دعا پهٔ قدرتی وبا تمام شی ۔ دَ سورتِ کهف پهٔ آخر کښې دَ دې پوره حال بیان شوے دے ۔

وَ اقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَاِذَا هِیَ شَاخِصَةٌ اَبْصَارُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ؕ یٰوَیْلَنَا قَدْ كُنَّا فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا بَلْ كُنَّا ظٰلِمِیْنَ۝۹۷

ترجمه: اؤ رانژدے شی رښتونی وعده ، نو پهٔ دغه وخت به بره بټې پاتې شی دَ کافرانو سترګې ۔ (وائی به) هائے بده قسمته مونږ خو دَ دې نه بې خبره وو ، ف۱۲۱ نه بلکې مونږ وو ګناهګار ۔ ف۱۲۲

ف۱۲۱: یعنی کله چې دَ جزا و سزا وخت پهٔ سر راشی نو دَ هیبته به دَ کافرانو سترګې پټې پاتی شی اؤ پهٔ خپل غفلت به ډېر افسوس کوی خو وخت به تېر وی ۔

ارمانونه به کوی کهٔ پهٔ دنیا کښې مو وخت پهٔ غفلت کښې نهٔ وې تېر کړے اؤ دَ دې ورځې دپاره مو څهٔ تیارې کړے وې نو اوس به ولې پهٔ دې حال وو ۔

ف۱۲۲: یعنی مونږ خو پهٔ خپل ځان ځکه ظلم کړے دے چې نصیحت مو نهٔ اورېدو ۔ بې خبری خو ورته هم نهٔ شو وئیلې ځکه چې پېغمبرانو علیهم السّلام خو مونږ خبر کړی وو خو مونږ به پهٔ خپلو شرارتونو اؤ ګناهونو اصرار کؤلو ۔

اِنَّكُمْ وَ مَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ١ؕ اَنْتُمْ لَهَا وٰرِدُوْنَ۝۹۸

ترجمه: تاسو اؤ دَ څهٔ چې تاسو عبادت کویٔ دَ الله نه سوا خشاک دے دَ جهنّم ۔ تاسو به ټول دې ته ور رسیٔ ف۱۲۳

ف۱۲۳: دا خطاب دَ مکّې معظّمې مشرکانو ته دے ۔ چې تاسو چې دَ کومو بتانو عبادت کویٔ دَ ستاسو دغه دَ دروغو خدایان به هم دَ ستاسو سره دَ دوزخ دَ اور خشاک وی ۔ دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې ګنی بتانو ته به هم عذاب ورکؤلے شی (هغه خو مکلّف نهٔ دی کاڼی دی) خو دا پهٔ کافرانو باندې زیاتی حجّت اؤ زیاتی الزام قائمؤلو دپاره ۔ لکه څنګه چې مخکښې راځی ۔ ”لَوْ کَانَ ھٰؤُلَٓاءِ اٰلِھَةً مَّا وَرَدُوْھَا ۔

(کهٔ دوی خدایان وې پهٔ رښتیا نو دوزخ ته به نهٔ تلل)

پهٔ دې به کافرانو ته نور هم ارمان ورشی اؤ غلطی به ېٔ واضحه شی چې دَ چا نه مو دَ خیر طمع کؤله هغوی اوس خپل ځان نهٔ شی خلاصؤلے نو مونږ ته به څهٔ خیر را ورسوی ۔

تنبیه: وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللہِ کښې دلته مراد صرف بتان دی ۔ ځکه چې دا خطاب مشرکانو ته دے چا چې دَ بتانو عبادت کؤلو ۔ اؤ کهٔ ”ما“ عام ومنلی شی نو بشرطِ عدم المانع قید به ورسره منلے شی ۔ یعنی کومو غیرو معبودانو کښې چې دَ دوزخ ته تلو دپاره څهٔ مانع نهٔ وی هغه به دَ خپلو عابدانو سره دوزخ ته اچؤلے شی ۔ لکه بتان اؤ شیطانان ۔ باقی حضرت عیسٰیؑ اؤ عزیرؑ اؤ فرښتې چې خلقو ترې معبودان جوړ کړی دی ۔ دَ الله سره دَ دوی مقبولیت اؤ دَ هغو خپله پرهېزګاریٔ مانع ده دوزخ کښې غوزؤلو نه ۔ ځکه وړاندې خپله وضاحت شوے دے ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ سَبَقَتْ لَھُمْ مِنَّا الْحُسْنٰی اُولٰۤئِكَ عَنْھَا مُبْعَدُوْنَ ۔

(دَ چا دپاره چې دَ مخکښې نه مقرر شوے ده زمونږ دَ طرف نه بهتری هغوی به دَ دې دوزخ نه لرې وی)

لَوْ كَانَ هٰۤؤُلَآءِ اٰلِهَةً مَّا وَرَدُوْهَا١ؕ وَ كُلٌّ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ۝۹۹

ترجمه: کهٔ چرې وې دا معبودان نو نهٔ به ورتلل دوزخ ته ، اؤ دا ټول به پکښې همېشه پراتهٔ وی ۔ ف۱۲۴

ف۱۲۴: یعنی دا کافر اؤ دَ دوی خدایان به همېشه پهٔ دوزخ کښې پراتهٔ وی ۔

لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّ هُمْ فِیْهَا لَا یَسْمَعُوْنَ۝۱۰۰

ترجمه: دوی پهٔ دې کښې چغې وهی اؤ پهٔ دې کښې به هېڅ نهٔ شی اورېدې ۔ ف۱۲۵

ف۱۲۵: یعنی دَ سخت هیبته اؤ دَ چغو نارو دَ شور نه به هېڅ نهٔ شی اورېدے اؤ دَ ابنِ مسعودؓ روایت دے چې یو وخت به داسې راځی چې هر دوزخی به دَ وسپنې پهٔ صندوق کښې بند کړی ۔ میخونه به پرې ووهی اؤ دَ جهنّم پهٔ تل کښې به ېٔ وغورزوی۔ شاید هېڅ نهٔ اورېدل دَ دې وخت حال وی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِّنَّا الْحُسْنٰۤی١ۙ اُولٰٓىِٕكَ عَنْهَا مُبْعَدُوْنَۙ۝۱۰۱

ترجمه: دَ کومو کسانو دپاره چې مخکښې مقرر شوی زمونږ له طرفه نیکی ، دغه کسان به دَ دوزخ نه لرې وسی ۔ ف۱۲۶

ف۱۲۶: یعنی یو ځل چې پهٔ پلِ صراط تېر شی نو بیا به دَ دوزخ نه ډېر لرې وی اؤ دَ تېرېدو پهٔ وخت کښې به هم دَ دوزخ دَ تکلیف نه ډېر لرې وی څهٔ احساس به ېٔ ورته نهٔ کیږی ۔

لَا یَسْمَعُوْنَ حَسِیْسَهَا١ۚ وَ هُمْ فِیْ مَا اشْتَهَتْ اَنْفُسُهُمْ خٰلِدُوْنَۚ۝۱۰۲

ترجمه: نه به اوری دَ هغې کش هم ۔ اؤ دوی به دَ خپل زړهٔ پهٔ مزو کښې همېشه وسی ۔ ف۱۲۷

ف۱۲۷: یعنی جنتیان به دَ دوزخ نه دومره لرې وی چې کش به ېٔ هم نهٔ اوری خپل عیش عشرت به کوی ۔

لَا یَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْاَكْبَرُ وَ تَتَلَقّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ١ؕ هٰذَا یَوْمُكُمُ الَّذِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ۝۱۰۳

ترجمه: نهٔ به وی غم دوی سره پهٔ هغه غټ هیبت کښې ف۱۲۸ اؤ مخې ته به ورته راځی فرښتې۔ (وائی به) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو سره ېٔ وعده شوی وه ۔ ف۱۲۹

ف۱۲۸: یعنی پهٔ دغه ورځ چې پهٔ خلقو به غټ هیبت وی ۔ الله تعالیٰ به دوی دَ دغه هیبت اؤ غم نه محفوظ کړی وی ۔

ف۱۲۹: یعنی دَ قبرونو نه راپاسېدو پهٔ وخت یا جنت ته ننوتو پهٔ وخت به فرښتې دَ نیکانو استقبال ته ولاړې وی اؤ ورته به وائی چې دَ کومې دائمی خوشیٔ اؤ نعمتونو وعدې تاسو سره شوے وې هغه نن پوره شوې ۔

یَوْمَ نَطْوِی السَّمَآءَ كَطَیِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ١ؕ كَمَا بَدَاْنَاۤ اَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِیْدُهٗ١ؕ وَعْدًا عَلَیْنَا١ؕ اِنَّا كُنَّا فٰعِلِیْنَ۝۱۰۴

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به مونږ را ونغاړو آسمان لکه چې رانغښتې شی پهٔ بسته کښې کتابونه ف۱۳۰ څنګه چې پهٔ اول ځل مونږ جوړ کړی وو ، بیا به ېٔ واپس کړو ۔ دا وعده ضروری ده پهٔ مونږ اؤ مونږ به ېٔ پوره کوؤ ۔ ف۱۳۱

ف۱۳۰: یعنی کله چې قیامت راځی آسمان به داسې را ونغښتې شی لکه لیکلے کاغذ چې څوک را ونغاړی اؤ سنبال ېٔ کیږدی ۔ وَالسَّمٰوٰتُ مَطْوِیَّاتٌۢ بِیَمِیْنِهٖ ۔

(آسمانونه به دَ الله تعالیٰ پهٔ دستِ قدرت راغُنډ کړې شی) پهٔ ځنو روایاتو کښې چې دَ نبی کریمﷺ دَ یو کاتب نوم سجل راغلے دے ۔ دا حدیث کمزورے بلکې موضوعی دے لکه چې ابن کثیرؒ صفا لیکلی دی چې دَ ابو داؤدؒ اؤ نسانیؒ دَ دې حدیث څهٔ اعتبار نشته ۔

ف۱۳۱: یعنی څنګه چې مو دا مخلوق پهٔ وړومبی ځل پیدا کړے دے دغه شان ېٔ دوباره هم را پیدا کؤلے شو ۔ دا یقینی وعده ده چې ضرور به پوره کؤلے شی ۔

وَ لَقَدْ كَتَبْنَا فِی الزَّبُوْرِ مِنْۢ بَعْدِ الذِّكْرِ اَنَّ الْاَرْضَ یَرِثُهَا عِبَادِیَ الصّٰلِحُوْنَ۝۱۰۵

ترجمه: اؤ مونږ لیکلی پهٔ زبور کښې دَ نصیحت نه پس چې آخر به دَ زمکې مالکان کیږی زما نیک بندیان ۔ ف۱۳۲

ف۱۳۲: دَ کاملو نیکانو بندګانو سره دَ الله تعالیٰ وعده ده چې دَ دنیا اؤ آخرت دواړو کامیابیٔ به ورکوی ۔ آخر به نیکان بندګان دَ دې زمکې اؤ دَ جنت دَ زمکې مالکان کیږی ۔ الله تعالیٰ فرمائی: اِنَّ الْاَرْضَ لِلّٰهِ یُوْرِثُھَا مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبِادِهٖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۔(سورتِ اعراف ، رکوع ۱۵)

(دا زمکه دَ الله تعالیٰ ملکیت دے ورکوی ېٔ پهٔ خپلو بندګانو کښې چا ته چې ېٔ خوښه وی اؤ دَ آخرت بهتریٔ خو خاص دَ پرهېزګارو دی)

اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْھَادُ (سورتِ مؤمن ، رکوع۶) (مونږ غلبه ورکوؤ خپلو رسولانو اؤ ایماندارو ته دَ دنیا پهٔ ژوند کښې هم اؤ پهٔ کومه ورځ چې ګواهیٔ قائمیږی یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ هم) بل ځائې ارشاد دے ۔ وَعَدَ اللہُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْکُمْ وَعَمِلُو الصّٰلِحٰتِ لَیَسْتَغْلِفَنَّھُمْ فِی الْاَرْضِ کَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِھِمْ وَ لَیُمَکِّنَنَّ لَھُمْ دِیْنَھُمُ الّذِی ارْتَضٰی لَھُمْ ۔ (سورتِ نور ، رکوع۷)

(وعده کړے ده الله تعالیٰ دَ هغه کسانو سره چې ایمان ېٔ راؤړے دے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی دی چې خلافت به ورکوی پهٔ زمکه کښې څنګه چې ېٔ خلافت ورکړے دے دَ دوی نه مخکښې نیکانو ته اؤ مضبوطوی به دوی دپاره هغه دین چې دوی ته ېٔ خوښ کړے دے)

دا داسې یقینی اؤ پخه وعده ده چې پهٔ ټولو آسمانی کتابونو کښې لیکلی اؤ پهٔ اُمّ الکتاب لوحِ محفوظ کښې هم لیکلے پرته ده اؤ دَ ټولو نبیانو پهٔ خلهٔ بیا بیا خلقو ته دَ دې اعلان شوے دے ۔ دَ داؤدؑ پهٔ کتاب زبور کښې لیکلی دی صادقان به دَ زمکې وارثان وی ۔ چنانچه پهٔ دې اُمت کښې هم صادقانو اؤ کاملو مؤمنانو تر ډېرې مودې دَ مشرق نه تر مغربه پهٔ زمکه دَ عدل و انصاف بادشاهت دَ آسمانی احکامو مطابق قائم کړے وهٔ ، اؤ دَ حق دین تبلیغ ېٔ ټولې دنیا ته کؤلو ۔ اؤ پهٔ دې طریقه دَ رسولِ اکرمﷺ هغه بشارت دَ مسلمانانو پهٔ لاس پوره شو ۔ نبی کریمﷺ فرمائیلی دی الله تعالیٰ ما ته زمکه ښکاره کړه نو ما دَ زمکې مشرقی حدونه اؤ مغربی حدونه ولیدل اؤ زما اُمت به تر هغې حدونو ورسی ۔ څومره زمکه چې ما ته ښکاره شوے ده دَ دې قسم بله خوشخبری به دَ امام مهدی اؤ دَ عیسٰیؑ پهٔ زمانه کښې پوره شی ۔

اِنَّ فِیْ هٰذَا لَبَلٰغًا لِّقَوْمٍ عٰبِدِیْنَؕ۝۱۰۶

ترجمه: پهٔ دې کښې مطلب ته رسی عبادت کؤنکی خلق ۔ ف۱۳۳

ف۱۳۳: پهٔ دې قسم خوشخبرو اورېدو نیک بندګان خپل صحیح مطلب ته رسی اؤ یقین پرې کوی ۔ یا دا چې قرآن کریم کښې چې دا قسم خوشخبریٔ دی پهٔ دې کښې پهٔ دې باندې نیکو بندګانو ته ډېره فائده رسی ۔

وَ مَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ۝۱۰۷

ترجمه: اؤ تهٔ چې مونږ راستؤلے ئ خو رحمت دَ دنیا دَ مخلوق دپاره ۔ ف۱۳۴

ف۱۳۴: یعنی دے نبیﷺ ته خو دَ ټولې دنیا دپاره رحمت رالېږلے شوے ئ ۔ اوس کهٔ څوک بدبخته دَ دې رحمت نه فائده نهٔ اخلی نو دا دَ هغهٔ قصور دے ۔ نمر خو ټوله دنیا روښانه کوی اوس کهٔ یو بدبخته پهٔ غار ننوځی اؤ ټولې سُوړې ځان پسې بندې کړی تیارهٔ کښې پروت وی نو دا دَ هغهٔ لېونتوب دے ، دَ نمر پهٔ رڼا کښې څهٔ فرق نشته ۔

(۱) لېکن دَ نبیﷺ فیض خو دومره عام دے چې کوم بدقسمته ترېنه فائده اخستل نهٔ غواړی هم څهٔ نه څهٔ فائده ورته ضرور رسی ۔ چنانچې دَ نبوت دَ علومو پهٔ خورېدو اؤ دَ اسلامی تهذیب اؤ دَ اسلامی عدل اؤ انصاف پهٔ قانون جاری کېدو کښې دَ مسلمانانو سره سره کافرانو ته هم فائدہ رسی ۔

(۲) بله دا چې الله تعالیٰ وعده کړے ده چې دَ دې امت کافران به هم داسې عام عذاب باندې نهٔ تباه کوی لکه دَ نورو امتونو چې ېٔ تباه کړی دی اؤ زهٔ خو وایم چې کومو کافرانو سره چې حضور اکرمﷺ جهاد کړے دے هغوی هم پهٔ دې عام رحمت کښې شریکوی ۔ ځکه چې دَ دې جهاد پهٔ وجه دَ دغه رحمت کبریٰ کېدو اؤ دَ ډېرو داسې کسانو پهٔ سترګو کښې هم دَ رحمت رڼا ننوته چا چې سترګې پهٔ زور پټې کړے وې ۔ یو حدیث شریف دے ۔ وَالَّذِیْ نَفْسِیْ بِیَدِهٖ لَاُقَتِّلَنَّھُمْ وَلَاُصَلِّبَنَّھُمْ وَلَاَھْدِیَنَّھُمْ وَ ھُمْ کَارِھُوْنَ اِنِّیْ رَحْمَةٌ بَعَثَنِیَ اللہُ وَلَا یَتَوَفَّانِیْ حَتّٰی یُظْھِرَ اللہُ دِیْنَهٗ ۔

(قسم دے پهٔ هغه ذات دَ چا قبضه کښې چې زما روح دے اؤ زهٔ به دوی وژنم اؤ زهٔ به دوی پهٔ سولۍ کؤم اؤ زهٔ به دوی ته هدایت کؤم سره دَ دې چې دَ دوی نهٔ وی خوښ زهٔ رحمت یم الله تعالیٰ راستؤلے یم اؤ ما به نهٔ پورته کوی تر دې چې الله خپل دین غالب کړی)

دَ دې حدیث نه دَ حضور اکرمﷺ دَ رحمت للعالمین کېدو مطلب ښهٔ واضح کیږی ۔

قُلْ اِنَّمَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ١ۚ فَهَلْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ۝۱۰۸

ترجمه: ورته ووایه ، ما ته خو دغه حکم راغلے دے چې معبود ستاسو بس یو معبود دے ۔ نو آیا ییٔ تاسو تابعداری کؤنکی ۔ ف۱۳۵

ف۱۳۵: دا دَ رسالت سره دَ توحید ذکر دے ۔ کوم عظیم رحمت چې حضور اکرمﷺ راؤړے دے دَ هغې اصل اؤ خلاصه توحید دے ۔ دا یو داسې واضحه خبره ده چې پهٔ منلو کښې ېٔ هېچا ته شک شبه نهٔ ده پکار ۔ نهٔ اوس تاسو دا واضحه خبره (توحید) منیٔ اؤ دَ الله احکامو ته غاړه ږدیٔ کهٔ نه؟ کهٔ منیٔ خو ډېره ښهٔ ده اؤ کهٔ نهٔ منیٔ نو ما خپله غاړه خلاصه کړه تبلیغ مې وکړو اوس پهٔ خپل انجام سوچ کؤل ستاسو کار دے ۔

فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ اٰذَنْتُكُمْ عَلٰی سَوَآءٍ١ؕ وَ اِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ اَمْ بَعِیْدٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ۝۱۰۹

ترجمه: بیا کهٔ دوی مخ واړؤلو نو تهٔ ورته ووایه ما خبر کړیٔ دواړه طرف ته یو شان ۔ ف۱۳۶ اؤ زهٔ نهٔ یم خبر چې نژدے ده کهٔ لرې ده تاسو سره شوے وعده ۔ ف۱۳۷

ف۱۳۶: یعنی کهٔ دَ داسې واضحو دلیلونو نه پس هم تاسو یقین نهٔ کویٔ نو ما خبر درکړو ۔ زهٔ ستاسو نه ویزار یم اؤ تاسو زما نه جدا ییٔ ۔ تاسو ته به خپل عمل در رسی اؤ ما ته خپل ۔ شاه صاحب لیکلی دی ۔ ما خبر درکړو دې وخت کښې تاسو ته دواړه طرفه برابر دی کهٔ منیٔ اؤ کهٔ نهٔ منیٔ ۔ یعنی پهٔ یو طرف درباندې زور نشته ۔

ف۱۳۷: یعنی پهٔ نهٔ منلو چې دَ عذاب کومه وعده ده هغه یقینی ده اؤ ضرور به پوره کیږی خو زهٔ دَ دې نه نهٔ یم خبر چې ژر به وی کهٔ وروستو ۔

اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَ یَعْلَمُ مَا تَكْتُمُوْنَ۝۱۱۰

ترجمه: هغه رب خبر دے کومه خبره چې پهٔ زوره کوی اؤ هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې تاسو پټویٔ ۔ ف۱۳۸

ف۱۳۸: هغهٔ ته پټ اؤ څرګند هر څهٔ معلوم دی اؤ هغه ښهٔ پوهیږی چې دَ کوم عمل څنګه بدله پکار ده اؤ کله پکار ده ۔

وَ اِنْ اَدْرِیْ لَعَلَّهٗ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَ مَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ۝۱۱۱

ترجمه: اؤ زهٔ نهٔ یم خبر ، شاید چې دې تاخیر کښې ستاسو امتحان دے اؤ فائده درکؤل دی تر څهٔ وخته ۔ ف۱۳۹

ف۱۳۹: یعنی دَ عذاب پهٔ تاخیر کښې شاید چې تاسو دپاره موقع درکؤلے شی چې دې وخت کښې غور و فکر وکړیٔ اؤ دَ عذاب نه ځان بچ کړیٔ ، خپل عمل سم کړیٔ ۔ اؤ دا هم کېدے شی چې مهلت دې دپاره وی چې تاسو پهٔ خپله بدبختیٔ کښې نور هم بوخت شیٔ اؤ دَ سختې سزا حقدار شیٔ ۔

قٰلَ رَبِّ احْكُمْ بِالْحَقِّ١ؕ وَ رَبُّنَا الرَّحْمٰنُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ۠۝۱۱۲

ترجمه: رسول ووې اے ربه فیصله وکړه پهٔ انصاف ، ف۱۴۰ اؤ رب زمونږ رحمان دے ، هم دَ هغهٔ نه مدد غواړو پهٔ هغه خبرو کښې چې تاسو ېٔ واییٔ ۔ ف۱۴۱

ف۱۴: یعنی څنګه چې ستا شان دے پهٔ هره معامله کښې پهٔ انصاف فیصله کؤل ۔ دغه شان زما اؤ زما دَ قوم ترمینځه هم پهٔ انصاف فیصله وکړه ۔

ف۱۴۱: یعنی هم دَ خپل رب نه دَ فیصلې سوال کؤم اؤ دَ کافرو دَ مقابلې دپاره ترېنه امداد غواړم ۔ پېغمبرانوؑ به هم دغه دعا کؤله ۔ رَبَّنَا افْتَحْ بَیْنَنَا وَ بَیْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَ اَنْتَ خَیْرُ الْفَاتِحِیْنَ۝ (سورتِ اعراف ، رکوع۱۱)

(اے ربه تهٔ فیصله وکړه زمونږ اؤ زمونږ دَ قوم ترمینځه پهٔ انصاف اؤ تهٔ بهترین فیصله کؤنکے ئ)

هغوی به داسې (عامه) دعا ځکه غوښته چې دَ الله تعالیٰ پهٔ حق و انصاف اؤ پهٔ خپل صداقت ېٔ یقین وهٔ ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوْرَةُ الْحَجِّ مَدَنِیَّۃٌ وَّ ھِیَ ثَمَانٍ وَّ سَبْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ عَشَرُ رُکُوْعَاتٍ

ترجمه: سورتِ حج مدینه کښې نازل شوے ، دې کښې اتهٔ اویا (۷۸) آیتونه اؤ لس (۱۰) رکوع دی ۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ١ۚ اِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَیْءٌ عَظِیْمٌ۝۱

ترجمه: اے خلقو! وویرېږیٔ دَ خپل رب نه ، بېشکه دَ قیامت زلزله یو لوئے شے دے ۔

یَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَ تَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَ تَرَی النَّاسَ سُكٰرٰی وَ مَا هُمْ بِسُكٰرٰی وَ لٰكِنَّ عَذَابَ اللّٰهِ شَدِیْدٌ۝۲

ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې دا ووینی نو هېر به کړی هره پئ ورکؤنکے (مور) پئ رو دونکے (بچے) اؤ وبه غورزوی هره حامله خپل حمل اؤ ښکاری به تا ته خلق پهٔ نشه کښې ۔ خو نهٔ دی دوی پهٔ نشه کښې ۔ لېکن دَ الله عذاب سخت دے ۔ ف۱

ف۱: دَ قیامت سختې زلزلې دوه دی ۔ یو عین دَ قیامت قائمېدو پهٔ وخت دَ دویٔمې شپېلۍ سره اؤ بل دَ قیامت نه لږ مخکښې دَ قیامت دَ علامې پهٔ طور ۔ دلته کهٔ دویٔمه زلزله مراد وی خو آیت پهٔ خپله ظاهری معنٰی دے ۔ اؤ کهٔ اوله زلزله مراد وی نو دَ مثال پهٔ طور دے یعنی دَ قیامت به دومره سخت هیبت وی کهٔ پئ ورکؤنکے ښځه پهٔ دې موقع موجوده وی نو دَ هیبته به ترې خپل پئ رودونکے بچے هېر شی اؤ دَ ځان پهٔ غم به شی ۔ اؤ کهٔ بارداره ښځه موجوده وی نو دَ هیبته به بچے وغورزوی ۔ خلق به داسې بدحواسه وی چې داسې به ښکاری لکه چې دَ شرابو پهٔ نشه کښې بې عقله شوی وی ۔ حال دا چې چا به شراب نهٔ وی څښلی خو دَ الله تعالیٰ دَ سخت عذاب دَ هیبته به ېٔ حواس خراب شوی وی ۔

تنبیه: کهٔ دا هیبت اؤ بد حواسی عامه وی نو دَ نیکانو متعلق لَا یَحْزُنُھُمُ الْفَزَعُ الْاَکْبَرُ کښې به نفی دَ اکثرو حالاتو پهٔ لحاظ وی ۔ اؤ دا هیبت به څهٔ لږ ساعت وی ۔ بیا به الله پاک اطمینان ورکړی اؤ کهٔ دا حکم عام نهٔ وی بلکې دَ اکثریت پهٔ لحاظ وی نو بیا خو ورکښې څهٔ اشکال نشته ۔ (ځکه چې نیکان دَ نورو پهٔ لحاظ یقینًا کم وی)

وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّ یَتَّبِعُ كُلَّ شَیْطٰنٍ مَّرِیْدٍۙ۝۳

ترجمه: اؤ ځنې خلق داسې دی چې جګړه کوی دَ الله پهٔ حق کښې دَ ناخبریٔ پهٔ وجه ۔ ف۲ اؤ تابعداری کوی دَ هر شیطان سرکش ۔ ف۳

ف۲: یعنی الله تعالیٰ چې دَ وحې پهٔ ذریعه دَ کومو خبرو خبر ورکوی ، دا خلق پهٔ هغې بحثونه اؤ مناظرې کوی اؤ دَ خپل جهالت اؤ ناخبریٔ پهٔ وجه پکښې شک شبې پیدا کوی اؤ وائی چې بنیادم مړ شی اؤ خاورې ایرې شی ۔ نو بیا به څنګه دوباره ژوندې شی؟ چې جزا اؤ سزا به ورکؤلے شی ۔

ف۳: یعنی حقه خبره خو نهٔ اوری اؤ کهٔ دَ بنیادمو یا پېریانو شیطانان ېٔ ځان ته وبلی نو بې تپوسه ورپسې روان شی ۔ یعنی دَ ګمراهیٔ استعداد پکښې داسې مکمل دے چې کله ورته شیطان دَ څهٔ وران کار ووائی نو دوی ورته پهٔ هغه ساعت تیار ناست وی ۔

كُتِبَ عَلَیْهِ اَنَّهٗ مَنْ تَوَلَّاهُ فَاَنَّهٗ یُضِلُّهٗ وَ یَهْدِیْهِ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ۝۴

ترجمه: دَ چا پهٔ حق کښې چې لیکلی شوی دی چې څوک دَ دهٔ دوست وی ، دې به ېٔ ګمراه کوی ۔ اؤ بوځی به ېٔ دَ دوزخ عذاب ته ۔ ف۴

ف۴: یعنی دَ شیطان مردود متعلق خو دا فیصله شوے خبره ده چې چا دَ هغهٔ ملګرتیا وکړه اؤ دَ هغهٔ پهٔ لار روان شو دَ دوزخ کندې ته به غورزیږی ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّ غَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَیِّنَ لَكُمْ١ؕ وَ نُقِرُّ فِی الْاَرْحَامِ مَا نَشَآءُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ١ۚ وَ مِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی وَ مِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْلَا یَعْلَمَ مِنْۢ بَعْدِ عِلْمٍ شَیْـًٔا١ؕ وَ تَرَی الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَ رَبَتْ وَ اَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِیْجٍ۝۵

ترجمه: اے خلقو! کهٔ چرې ستاسو شک وی پهٔ بیا ژوند کېدو کښې ۔ نو هم ما تاسو پیدا کړی ییٔ ف۵ دَ خاورې نه ، بیا دَ څاڅکی نه ، ف۶ بیا دَ وینې دَ ټوټې نه ، بیا دَ غوښې دَ پوټی نه چې شکل ېٔ پوره جوړ شوی وی اؤ یا نهٔ وی پوره شوے ۔ ف۷ چې تاسو ته صفا صفا بیان وکړو ۔ ف۸ اؤ ساتو ېٔ پهٔ ګېډو کښې کوم ته چې اراده وکړو تر یوې مقررې نېټې ف۹ بیا مونږ را وباسو تاسو ماشوم بیا کله چې تاسو ورسیٔ دَ خپلې ځوانیٔ طاقت ته ، نو ځنی پهٔ تاسو کښې قبضه کړې شی اؤ ځنې ورسؤلې شی بې کاره عمر پورې ۔ چې دَ پوهې نه پس بیا پهٔ هېڅ نهٔ پوهیږی ۔ ف۱۰ اؤ تهٔ وینې زمکه شاړه بنجر ۔ بیا کله چې مونږ راکوزې کړې پهٔ هغې اوبهٔ ۔ تازه شوه اؤ را ډکه شوه ۔ اؤ زرغون ېٔ کړل دَ هر قسم نه ښائسته څیزونه ۔ ف۱۱

ف۵: یعنی کهٔ ستاسو دا شک وی چې دَ ذرې ذرې کېدو نه پس به بیا څنګه ژوندی شو؟ نو پهٔ خپل پیدائش غور وکړیٔ چې څنګه وړومبی ځل پیدا شوی ییٔ دغه شان به بیا دوباره هم پیدا شیٔ ۔

ف۶: یعنی اول خو مې ستاسو نیکهٔ آدمؑ دَ خاورې نه پیدا کړو بیا مې تاسو دَ منی دَ یو څاڅکی نه پیدا کړیٔ ۔ یا دا مطلب دے چې دَ خاورې نهٔ خوراک پیدا شو اؤ دَ خوراک نه دَ ډېرو تبدیلیو نه پس منی جوړه شوه ۔ بیا دَ منی نه پهٔ څو درجې دَ ستاسو دا موجوده شکل جوړ شو ۔

ف۷: دَ نطفې نه دَ وینې ټوټه جوړه شوه ۔ دَ وینې نه بیا ورو ورو غوښه شوه ۔ پهٔ غوښه کښې ورو ورو بیا هډوکے ، پلې اؤ دَ اندامونو علامې پیدا شوې ۔ لاس ، ښپې ، سترګې ، خلهٔ ، پوزه وغېره پکښې جوړ شو ۔ بیا دَ ځنو دا تخلیق پوره شی اؤ ځنی ناقص وغورزیږی یا دا چې ځنی بې عیبه پیدا شی اؤ ځنې عیب جن وی ۔ تخلیق ېٔ مکمل نهٔ شی ۔

ف۸: تاسو ته صفا صفا وښیلې شو چې ستاسو اصلیت څهٔ دے اؤ پهٔ څومره موده کښې اؤ څومره تبدیلیو نه پس دې درجې ته رسیدلی ییٔ؟ کهٔ پهٔ دې مو ځان پوهه کړو نو پهٔ ډېرو حقیقتونو به خبر شیٔ اؤ کهٔ پهٔ دې مو سوچ وکړو نو بعث بعد الموت باندې به مو هم یقین وشی ۔

ف۹: یعنی څومره موده چې دَ مور پهٔ ګېډه کښې پاتې کېدل مناسب وی ، کم از کم شپږ میاشتې اؤ زیات نه زیات دوه کاله یا څلور کاله ۔

ف۱۰: یعنی څنګه چې مو دَ مور پهٔ ګېډه کښې ډېرې درجې پوره کړې ، دغه شان بهر هم ډېرې درجې پوره کویٔ ۔ یو دَ وړوکوالی دَ کمزوریٔ وخت وی ۔ بیا ځوانیٔ ته ورسی اؤ ټول طاقتونه پوره شی ۔ بیا ځنی خو پهٔ ځوانیٔ کښې مړهٔ شی اؤ ځنې بوډاوالی ته ورسی اؤ ټول طاقتونه ېٔ بیا کمزوری شی ۔ دَ پوهې نه پس ناپوهه اؤ دَ مضبوطیا نه پس بې کاره اؤ کمزورے شی ۔ حافظه ېٔ خرابه شی ۔ نظر ېٔ ورک شی ۔ نهٔ څهٔ اوری نهٔ لیدې کتې شی اؤ نهٔ ورته څهٔ یاد پاتی کیږی لکه چې بیا ماشوم شی ۔

ف۱۱: یعنی زمکه مړه پرته وه ۔ دَ الله دَ رحمت پهٔ اوبو ژوندیٔ شوه ، تازه شوه اؤ قسم قسم فصلونه ېٔ زرغون کړل ۔

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَ اَنَّهٗ یُحْیِ الْمَوْتٰی وَ اَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌۙ۝۶

ترجمه: دا هر څهٔ دَ دې دپاره چې الله هم هغه دے حق ۔ اؤ هم هغه ژوندی کوی مړی اؤ هم هغه هر څهٔ کؤلے شی ۔

وَّ اَنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا١ۙ وَ اَنَّ اللّٰهَ یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُوْرِ۝۷

ترجمه: اؤ دا چې قیامت راتلونکے دے پهٔ دې کښې څهٔ شک نشته ۔ اؤ دا چې الله به راپورته کوی پهٔ قبرونو کښې پراتهٔ (ټول) ف۱۲

ف۱۲: دَ بنیادم دَ پیدائش اؤ دَ فصلونو دَ دې مثالونو نه څو خبرې معلومیږی ۔

(۱) چې دَ الله وجود یقینی دے ګنی پهٔ داسې انتظام اؤ بهترین تدبیر سره به دَ دنیا کار نهٔ چلېدو ۔

(۲) چې الله تعالیٰ مړی اؤ بې ساه څیزونه ژوندی کوی لکه دَ موټی خاورې یا یو څاڅکی اوبو نه بنیادم پیدا کړی اؤ مړه زمکه کښې طاقت واچوی ، ژوندیٔ شی اؤ فصلونه پیدا کړی ۔

(۳) دا چې هر هغه کار کؤلے شی ۔

(۴) دا چې دَ دې مرګ نه پس بیا ژوند ضرور شته ۔

دا دومره لوئے انتظام لغو اؤ بې فائدې نهٔ دے جوړ شوے چې بس دنیا پیدا شوه اؤ ختمه شوه ۔ کوم قادرِ مطلق چې پهٔ داسې عجیبه طریقه بنیادم پیدا کړے دے اؤ پهٔ خپل کامل قدرت ېٔ ورکښې عجیبه عجیبه اوصاف اؤ کمالونه یٔښی دی ۔ نو ستاسو څهٔ خیال دے چې دا هسې چا لوبې کړی دی اؤ دا ټول طاقتونه اؤ څیزونه ېٔ هسې بې فائدې پیدا کړی دی ۔ هرګز نه ۔ یقینًا دَ بنیادم دَ دې محدود ژوند نه علاوه بل ژوند هم شته ۔ پهٔ دې ژوند کښې خو نیک بختی اؤ بدبختی اؤ نیک اؤ بد اؤ غم اؤ راحت سره ګډ وډ دی ۔ پوره جدائی ېٔ نشته اؤ دَ انتقام اؤ امتحان شکلونه سره خپلو کښې ګډ وډ دی ۔ پوره جدائی ېٔ نهٔ شی کېدے ۔ نو ضرور یو بل ژوند پکار دے چې هلته نیک اؤ بد اؤ بدبخته اؤ نیک بخته اؤ مجرم اؤ وفادار سره بیل بیل شی اؤ هر یو خپل صحیح مقام ته ورسی ۔ مادی حیثیت سره دَ خوراک پهٔ کومو اجزاؤ کښې چې دَ نطفې جوړېدو استعداد وهٔ دَ هغې نه نطفه جوړه شوه ۔ دَ نطفې پټ طاقتونه علقې ته منتقل شو دَ هغې نه مضغې ته بیا وړوکی ته اؤ پهٔ ځوانیٔ کښې ټول پټ طاقتونه پوره څرګند شو۔ یا لکه څنګه چې دَ زمکې پټ طاقتونه دَ باران پهٔ څاڅکیو څرګند شو ، زمکه شنه شوه ۔ دغه شان پهٔ بنیادم کښې چې دَ شقاوت اؤ سعادت یا نیکیٔ اؤ بدیٔ کوم پټ طاقتونه پراتهٔ دی داسې موقع پکار ده چې دا طاقتونه هم خپل پوره کمال ته ورسی اؤ ښهٔ څرګند شی ۔ دا به دَ دنیا دَ دې ژوند نه پس شروع کیږی اؤ دغه بعث بعد الموت دے ۔

وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّ لَا هُدًی وَّ لَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍۙ۝۸

ترجمه: اؤ ځنی خلق داسې دی چې جګړه کوی دَ الله پهٔ حق کښې بې دَ پوهې اؤ بې دلیله اؤ بې دَ روښانه کتابه ۔ ف۱۳

ف۱۳: یعنی دَ دومره واضحو دلیلونو اورېدو نه پس هم دا کج بحثه خالص دَ عناد پهٔ وجه دَ الله پهٔ خبرو کښې جګړې کوی ۔ نهٔ ورسره څهٔ علم شته اؤ نهٔ څهٔ عقلی یا نقلی سند ۔ هسې پهٔ وهمونو اؤ ګومانونو پسې ګرځی ۔

ثَانِیَ عِطْفِهٖ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ؕ لَهٗ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّ نُذِیْقُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَذَابَ الْحَرِیْقِ۝۹

ترجمه: پهٔ اؤړیدلی اړخ ۔ ف۱۴ دَ دې دپاره چې (خلق) ګمراه کړی دَ الله دَ لارې نه ، دَ هغهٔ دپاره پهٔ دنیا کښې ذلّت دے اؤ څکوؤ به پرې دَ قیامت پهٔ ورځ سوزوؤنکے عذاب ف۱۵

ف۱۴: یعنی دَ کبر اؤ عناد پهٔ وجه مخ بل خوا واړوی اؤ پهٔ خبره سوچ نهٔ کوی ۔

ف۱۵: نو څوک چې بې دلیله خالص دَ ضد پهٔ وجه دَ الله پهٔ خبرو کښې بحثونه کوی اؤ غرض ېٔ دا وی چې نور خلق ګمراه کړی ، دَ سمې لارې نه ېٔ خطا کړی نو دا خلق به پهٔ دنیا کښې هم خوار اؤ سپک شی اؤ پهٔ آخرت کښې چې ورته کوم سخت عذاب پروت دے هغه خو لا جدا دے ۔

ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ یَدٰكَ وَ اَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ۠۝۱۰

ترجمه: دا دَ هغه څیز پهٔ وجه چې مخکښې استؤلی ستا لاسونو اؤ پهٔ دې وجه چې الله ظلم نهٔ کوی پهٔ بندیانو ۔ ف۱۶

ف۱۶: یعنی کله چې سزا ورکؤلے شی نو ورته به ووئیلی شی چې الله تعالیٰ پهٔ بندګانو ظلم نهٔ کوی دا خو دَ ستاسو دَ خپلو لاسونو کار دے ۔ کوم عمل چې مو کړے وهٔ اؤ آخرت دپاره چې مو کومه توښه راستؤلے وه هم دَ هغې بدله اوس درکؤلے شی ۔

وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّعْبُدُ اللّٰهَ عَلٰی حَرْفٍ١ۚ فَاِنْ اَصَابَهٗ خَیْرُ اِ۟طْمَاَنَّ بِهٖ١ۚ وَ اِنْ اَصَابَتْهُ فِتْنَةُ اِ۟نْقَلَبَ عَلٰی وَجْهِهٖ١ۚ۫ خَسِرَ الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةَ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ۝۱۱

ترجمه: اؤ ځنی خلق داسې دی چې عبادت کوی دَ الله پهٔ یو غاړه ۔ بیا کهٔ ورسېدو هغهٔ ته څهٔ خیر نو قائم پاتې شی پهٔ دې عبادت ، اؤ کهٔ ورته څهٔ تکلیف ورسېدو ، نو واپس شی پهٔ خپل مخ ۔ برباد ېٔ کړل دنیا اؤ آخرت ، هم دغه دے واضح نقصان ۔ ف۱۷

ف۱۷: یعنی ځنی خلق خالص دَ دنیا دپاره دین اختیاروی ، اؤ یقین ېٔ پوخ نهٔ وی زړهٔ کښې ګډ وډ وی ۔ کهٔ دَ دین پهٔ کار کښې ورته څهٔ تکلیف ورسی نو بل خو واؤړی اؤ کهٔ پهٔ دې کښې ورته دَ دنیا څهٔ فائده رسی نو لګیا وی پکښې ۔ داسې سړے ګویا پهٔ یوه غاړه ولاړ دے نهٔ دېخوا دے نهٔ اخوا ۔ نو دَ دواړو نه ووتو ۔ نهٔ دَ دین شو نهٔ دَ سادین شو ۔

یَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهٗ وَ مَا لَا یَنْفَعُهٗ١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُۚ۝۱۲

ترجمه: بلی دَ الله نه غیر داسې څیز چې نهٔ هغهٔ ته نقصان ورکؤلے شی اؤ نهٔ څهٔ خیر ۔ هم دغه دی لرې غورزېدل پهٔ ګمراهیٔ کښې ۔ ف۱۸

ف۱۸: دَ دنیا څهٔ خیر ېٔ پهٔ دین کښې ونهٔ موندو نو بل خوا واؤړېدو ۔ اوس دَ بتانو نه هغه شے غواړی کوم چې الله ورنهٔ کړو ۔ چې الله ورنهٔ کړو نو بتان به ېٔ څهٔ ورکړی ۔ دَ دې نه غټ حماقت به بل څهٔ وی ۔

یَدْعُوْا لَمَنْ ضَرُّهٗۤ اَقْرَبُ مِنْ نَّفْعِهٖ١ؕ لَبِئْسَ الْمَوْلٰی وَ لَبِئْسَ الْعَشِیْرُ۝۱۳

ترجمه: چغې وهی داسې څیز ته چې نقصان ېٔ ژر رسی دَ خیر نه ۔ ف۱۹ بېشکه ډېر خراب دوست دے اؤ ډېر ناکاره ملګرے دے ۔ ف۲۰

ف۱۹: یعنی دَ بتانو دَ عبادت نهٔ فائده رسېدل (څنګه چې دَ بت پرستو خیال دے) خو هسې وهم دے اؤ نقصان ېٔ یقینی دے نو دَ فائدې خبره خو به بیا چرته کیږی نقصان خو ورته ورسېدو ۔

ف۲۰: دَ قیامت پهٔ ورځ چې ورته دَ بت پرستیٔ نتیجه معلومه شی نو خپله بت پرست به هم دا وائی ۔ لَبِئْسَ الْمَوْلٰی وَ لَبِئْسَ الْعَشِیْر ۔ ډېر بې کاره ملګری ثابت شو ۔ فائده ېٔ رانهٔ کړه نقصان ېٔ راکړو ۔

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ۝۱۴

ترجمه: بېشکه الله به ننه باسی هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی داسې باغونو ته چې بهیږی دَ هغې لاندې نهرونه ۔ ف۲۱ بېشکه الله کوی څهٔ چې غواړی ۔ ف۲۲

ف۲۱: دَ کافرانو اؤ دَ منافقانو دَ حال نه پس اوس دَ مخلصانو مؤمنانو بهتر انجام ښیٔلی شی۔

ف۲۲: څهٔ چې ېٔ خوښه وی هغه کوی ۔ چا ته چې سزا مناسب ګڼی سزا ورکوی اؤ چا ته چې ېٔ انعام خوښ وی هغهٔ ته انعام ورکړی ۔ هېڅوک ترېنه تپوس نهٔ شی کؤلے ۔

مَنْ كَانَ یَظُنُّ اَنْ لَّنْ یَّنْصُرَهُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِ فَلْیَمْدُدْ بِسَبَبٍ اِلَی السَّمَآءِ ثُمَّ لْیَقْطَعْ فَلْیَنْظُرْ هَلْ یُذْهِبَنَّ كَیْدُهٗ مَا یَغِیْظُ۝۱۵

ترجمه: څوک چې دا خیال کوی چې هرګز به ېٔ مدد ونهٔ کړی الله پهٔ دنیا اؤ پهٔ آخرت کښې ، نو وږده دې کړی یوه رسۍ آسمان ته بیا دې پرې کړی ۔ بیا دې وګوری چې آیا کمه شوه پهٔ دې چل دَ دهٔ څهٔ غصه ۔ ف۲۳

ف۲۳: لَنْ یَّنْصُرَهٗ کښې ضمیر رسول کریمﷺ ته راجع دے ۔ دَ چا تصوّر چې دَ قرآن لوستونکی پهٔ ذهن کښې هر وخت موجود دے ۔ ځکه چې دَ قرآن اول مخاطب رسول اللهﷺ دے نو دَ مؤمنانو دَ بهتر انجام نه پس اوس دَ هغو دَ پېغمبر حال بیانیږی ۔ حاصل دا دے چې الله تعالیٰ چې دَ خپل رسولﷺ سره پهٔ دنیا اؤ آخرت کښې دَ کومو کامیابیو وعده کړے ده هغه به ضرور پوره کیږی ۔ کافران اؤ دښمنان کهٔ ورباندې هر څومره چې خفه کیږی خو دا کار به ضرور کیږی ، اؤ کهٔ څوک ډېر خفه وی نو خپل پوره کوشش دې وکړی ، ودې ګوری چې دا کامیابی څنګه منع کؤلے شی ۔ نو کهٔ څهٔ نهٔ شی کؤلے اؤ ستړی شی نو چهت کښې دې یو پړے اویزان کړی ، ځان ته دې زندئی واچوی چې دَ غمه خلاص شی کهٔ نور څهٔ نهٔ شی کؤلے نو دا خو کؤلے شی کنه ۔ یا دا چې کهٔ آسمانی امداد بندؤل غواړی ۔ نو پړې دے آسمان ته ورسوی اؤ پهٔ هغې دې آسمان ته وخیژی اؤ هلته دې کوشش وکړی چې آسمانی امداد بند کړی (دَ دې ځائې نه خو ېٔ بندؤل نهٔ شی کېدے) دا تقریر خو دَ عامو مفسرانو دے خو حضرت شاه صاحبؒ دلته ضمیر مَنْ ته راجع کړے دے اؤ دَ آیت ربط ېٔ مخکښې آیت وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّعْبُدُ اللہَ عَلٰی حَرْفٍ سره راوستې دے ۔ مطلب دا چې دَ دنیا پهٔ تکلیف چې څوک دَ الله نه خفه کیږی اؤ دین پرېږدی اؤ بیا دَ بتانو عبادت شروع کوی دَ هغهٔ مثال داسې دے لکه پهٔ یو راوېزانده بیاسته پورې زوړند وی چې زهٔ به پهٔ دې پاس وخېژم ۔ کهٔ ختے نهٔ شی هم کوشش کوی اؤ طمع کوی چې بیاسته پرې نهٔ کړی نو دا طمع به ېٔ هم ختمه شی ۔ ګویا رسۍ ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ رحمت طمع ته وئیلې ده ۔ اؤ پرېکؤل نه ېٔ مطلب نا امیدی ده ۔

وَ كَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ اٰیٰتٍۭ بَیِّنٰتٍ١ۙ وَّ اَنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یُّرِیْدُ۝۱۶

ترجمه: اؤ هم دغه شان نازل کړے مونږ دا قرآن صفا صفا خبرې ۔ اؤ خبره دا ده چې الله پوهه ورکوی چا له چې وغواړی ۔ ف۲۴

ف۲۴: یعنی څنګه صفا صفا مثالونه اؤ واضحې خبرې دی ۔ خو پوهیږی پرې هغه څوک چې الله تعالیٰ ورته پوهه ورکړی ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ الَّذِیْنَ هَادُوْا وَ الصّٰبِـِٕیْنَ وَ النَّصٰرٰی وَ الْمَجُوْسَ وَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا١ۖۗ اِنَّ اللّٰهَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ۝۱۷

ترجمه: څوک چې مسلمانان دی اؤ څوک چې یهودیان دی اؤ صائبین اؤ نصاریٰ اؤ مجوس ف۲۵ اؤ څوک چې مشرکان دی ۔ بېشکه الله به فیصله کوی دَ دوی ترمینځه دَ قیامت پهٔ ورځ ۔ بېشکه الله ته مخامخ دے هر شے ف۲۶

ف۲۵: مجوس دَ اور عبادت کوی اؤ دوه خدایان منی یو دَ خیر چې ”یزدان“ ورته وائی اؤ بل دَ شر چې پهٔ ”اهرمن“ ېٔ بلی اؤ دَ یو نبی دَ تابعداریٔ دعویٰ هم کوی ۔ الله خبر چې دَ سره دغسې پهٔ غلطه روان وو کهٔ وروستو خراب شوی دی ۔ علامه شهرستانی پهٔ خپل کتاب ”ملل و نحل“ کښې دَ دوی مذهب پوره تفصیل سره بیان کړے دے ۔

ف۲۶: یعنی دَ ټولو مذهبونو اؤ ډلو دَ اختلافی خبرو قطعی فیصله به دلته پهٔ دربار کښې دَ قیامت پهٔ ورځ کیږی ۔ ټول به دَ یو بل نه جدا جدا خپلو ځایونو ته ورسی اؤ قطعی فیصله به وشی ۔ الله تعالیٰ ته ښهٔ معلوم دی چې څوک پهٔ حقه دی دَ انعامونو حقدار دی اؤ څوک پهٔ باطله دی اؤ دَ څومره سزا حقدار دی ۔ هر چا ته به خپله درجه ورکړی۔

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَسْجُدُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ وَ الشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ وَ النُّجُوْمُ وَ الْجِبَالُ وَ الشَّجَرُ وَ الدَّوَآبُّ وَ كَثِیْرٌ مِّنَ النَّاسِ١ؕ وَ كَثِیْرٌ حَقَّ عَلَیْهِ الْعَذَابُ١ؕ وَ مَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُؕ۩۝۱۸

ترجمه: آیا تهٔ نهٔ وینې ، چې الله ته سجده کوی څوک چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څوک چې پهٔ زمکه دی ۔ اؤ نمر اؤ سپوږمۍ اؤ ستوری اؤ غرونه اؤ ونې اؤ ځناور اؤ ډېر بنیادم ۔ ف۲۷ اؤ ډېر دی چې مقرر شوے دَ هغو پهٔ حق کښې عذاب ، ف۲۸ اؤ الله چې څوک سپک کړی نشته هغهٔ دپاره بل څوک عزت ورکؤنکے ، الله کوی څهٔ چې کؤل غواړی۔ ف۲۹

ف۲۷: یوه سجده داسې ده چې دَ الله تعالیٰ تمام مخلوق پکښې شریک دے هغه دا چې دَ الله تعالیٰ دَ قدرت مخکښې تکوینی طور ټول تابع دی اؤ دَ هغهٔ دَ حکم پهٔ مقابله کښې بې وسه اؤ عاجز دی ۔ هغه چې څهٔ کؤل غواړی هغه کوی انکار نهٔ شی کؤلے ۔ بله سجده دَ هر څیز دا ده چې دَ کوم کار دپاره قدرت پیدا کړے دے پهٔ هغې کښې لګیا وی ۔ دغه سجده هم نور ټول مخلوق کوی لېکن بنیادمو کښې ځنی داسې دی چې کوی ېٔ اؤ ډېر ېٔ نهٔ کوی۔

(الله تعالیٰ بنیادم دې دپاره پیدا کړی دی چې دَ خپل خالق عبادت وکړی ۔ خو ډېر بنیادم دَ الله نه غیر دَ نورو څیزونو عبادت کوی ۔ پهٔ دې وجه دلته دَ یَسْجُدُ نه مراد دَ هر څیز دَ خپل شان مناسب سجده ده ۔

تنبیه: دَ مخکښې آیت سره ېٔ ربط دا دے چې دَ مختلفو مذهبونو بنیادم پهٔ خپلو کښې اختلاف کوی لېکن دَ بنیادم نه سوا نور تمام مخلوق دَ الله دَ حکم تابع اؤ فرمانبردار دی ۔ چې دَ کوم کار دپاره ېٔ پیدا کړی دی پهٔ هغې کښې لګیا دی ۔ هېڅ اختلاف پکښې نشته اؤ حال دا دے چې بنیادم دَ تمام مخلوق نه زیات هوښیار دے ۔ نو پکار دا وه چې بنیادم خو دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم منلو کښې هډو څهٔ چیړ نهٔ کؤلے ۔ ټول پهٔ یو اتفاق دَ خپل خالق پهٔ عبادت کښې مشغول وې ۔

ف۲۸: یعنی دَ سجدې نهٔ کؤلو پهٔ وجه دَ عذاب حقدار شوی دی ۔

ف۲۹: یعنی الله تعالیٰ چې څوک دَ خپل خراب عمل پهٔ وجه ذلیل کوی نو پهٔ دنیا کښې هېڅوک داسې نشته چې دَ دې ذلت نه ېٔ خلاص کړی اؤ دَ عزت مقام ورکړی ۔

هٰذٰنِ خَصْمٰنِ اخْتَصَمُوْا فِیْ رَبِّهِمْ١٘ فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِیَابٌ مِّنْ نَّارٍ١ؕ یُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوْسِهِمُ الْحَمِیْمُۚ۝۱۹

ترجمه: دا دوه مدعیان دی چې جګړه کوی دَ الله پهٔ حق کښې ۔ ف۳۰ نو څوک چې منکر دی څکښتې شی هغوی دپاره جامې دَ اور ۔ ف۳۱ اړؤلے شی دَ هغوی پهٔ سرونو یشېدلې اوبهٔ۔

ف۳۰: یعنی تېر آیت کښې چې دَ کومو ډلو بیان وشو دَ حق اؤ باطل پهٔ لحاظ بس دا دوه ډلې دی ۔ یو مؤمنان چې پهٔ حقه دی اؤ دَ خپل رب هر حکم ته ېٔ غاړه یٔښی ده اؤ خپل رب ته سجده کوی ۔ بل دَ کافرو ډله چې دَ الله دَ حکم منلو نه انکار کوی ۔ پهٔ دې کښې مشرکان ، یهودیان ، نصاریٰ ، مجوسیان اؤ صابیان ټول یو شان دی ۔ نو دا دوه ډلې شوې یوه دَ فرمانبردارو ډله اؤ بله دَ نافرمانو ۔ اؤ دا دواړه دَ بحث و مناظرې پهٔ موقع هم اؤ دَ جنګ پهٔ میدان کښې هم یو بل ته مخامخ ولاړ وی ۔ نو دوه مدعیان شول۔ مخکښې دَ دواړو ډلو انجام ښیٔلی شی ۔

ف۳۱: یعنی څنګه چې جامې دَ بنده دَ بدن نه چاپېره وی اؤ بدن پټوی دغه شان به دَ دوزخ اور دَ هر طرف نه دوی راګېر کړی وی یا به ېٔ دَ څهٔ داسې شی جامې اغوستې وی چې هغه به دَ اور پهٔ تاؤ ډېرې ګرمیږی اؤ دوی به پکښې سوزی ۔

یُصْهَرُ بِهٖ مَا فِیْ بُطُوْنِهِمْ وَ الْجُلُوْدُؕ۝۲۰

ترجمه: چې ورتیږی اؤ دوړیږی به پهٔ دې اوبو څهٔ چې ېٔ پهٔ ګېډو کښې دی اؤ څرمنې ۔

وَ لَهُمْ مَّقَامِعُ مِنْ حَدِیْدٍ۝۲۱

ترجمه: اؤ دوی دپاره به ګرزونه وی دَ وسپنې ۔ ف۳۲

ف۳۲: دَ دوزخیانو سرونه به دَ وسپنې پهٔ ګرزونو چقؤلے شی اؤ دپاسه به پرې یشېدلې اوبهٔ اړؤلې شی ۔ هغه به دَ مغزو پهٔ سورو کښې ګېډې ته ورشی ۔ کولمې اؤ دننه ټول اعضاء اینه وغېره به ېٔ ټوټې شی اؤ کوز به ترې پرېوځی اؤ کومې اوبهٔ چې ېٔ دَ بدن پهٔ ظاهری حصه ولګی پهٔ هغې به ېٔ څرمن ورسته شی وبه دوړیږی ۔

كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ اُعِیْدُوْا فِیْهَا١ۗ وَ ذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ۠۝۲۲

ترجمه: کله چې دوی اراده وکړی چې ووځی دَ دې سختې نه ، واپس به پکښې غورزؤلے شی ۔ (اؤ ووئیلی به شی ورته) وڅکیٔ خوند دَ عذاب سوزوونکی ۔ ف۳۳

ف۳۳: کله چې دوزخیان دَ سختې نه تنګ شی اؤ دَ تښتېدو کوشش کوی نو فرښتې به ېٔ دَ وسپنې پهٔ ګرزونو وهی اؤ بیا به ېٔ دوزخ ته واپس غورزوی چې همېشه به پهٔ دې کښې پراتهٔ ییٔ دَ خلاصی مخه مو نشته (پناه به خدا) ۔

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّ لُؤْلُؤًا١ؕ وَ لِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ۝۲۳

ترجمه: بېشکه الله به ننه باسی هغه کسان چې ایمان ېٔ راؤړے اؤ نیک کارونه ېٔ کړی ۔ داسې باغونو ته چې بهیږی ترې لاندې نهرونه ۔ کالی به اغوستؤلې شی ورته پهٔ دې جنت کښې کنګڼ دَ سرو زرو اؤ ملغلرې ۔ ف۳۴ اؤ جامې دَ هغوی پهٔ دې کښې دَ رېښمو دی ۔ ف۳۵

ف۳۴: یعنی ډېر پهٔ آرام اؤ شان و شوکت سره به وسی هر قسم نعمتونه اؤ دَ ښائست سامان به موجود وی ۔

ف۳۵: پهٔ مخکښې آیت قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِیَابٌ مِّنْ نَّارٍ کښې دَ دوزخیانو دَ جامو حال بیان شو نو اوس دې آیت کښې دَ جنتیانو دَ جامو حال بیانیږی چې دَ رېښمو جامې به ېٔ اغوستی وی ۔ دَ سرو کنګڼ (بنګړی) پهٔ لاس اؤ دَ ملغلرو هارونه به ېٔ پهٔ غاړه وی ۔ شاه صاحب لیکلی دی چې کالے اؤ رېښم دَ سړیو دپاره دلته دې دنیا کښې جائز نه دی ۔ اؤ هغه دنیا کښې ورته پهٔ کالیو کښې بیا کنګڼ (بنګړی) ځکه غوره شوی دی چې کوم غلام چې دَ مالک خوښ وی نو لاس کښې ورته کړه اچوی نو الله تعالیٰ خپلو تابعدارو بندګانو ته جنت کښې دَ سرو کړې اچوی ۔ دا علامه ده چې دَ دې بندګانو نه خپل حقیقی مالک راضی دے ۔ پهٔ حدیث شریف کښې راځی ۔ کوم سړی چې پهٔ دنیا کښې رېښمینې جامې واغوستې هغه به ېٔ آخرت کښې نهٔ اغوندی ۔ نو کهٔ دغه سړے کافر وی نو څرګنده ده ځکه چې هغه به جنت ته ځی نه چې دَ جنتیانو جامې واغوندی اؤ کهٔ ایماندار وی نو شاید چې دَ دې پهٔ بدل څهٔ موده دَ دې نعمت نه محروم وی اؤ بیا ورته تر ابد الآباد اجازت وشی اؤ دَ هغې لامتناهی عمر پهٔ مقابله کښې دَ دې لږ وخت هېڅ حیثیت نشته ۔

وَ هُدُوْۤا اِلَی الطَّیِّبِ مِنَ الْقَوْلِ١ۖۚ وَ هُدُوْۤا اِلٰی صِرَاطِ الْحَمِیْدِ۝۲۴

ترجمه: اؤ لار ومونده دوی دَ صفا خبرو ۔ ف۳۶ اؤ بیا ېٔ مونده لار دَ هغې صفتونو واله ۔ ف۳۷

ف۳۶: پهٔ دنیا کښې ېٔ هم چې کلمهٔ توحید ېٔ ووې قرآن ېٔ ولوستو ۔ حمد ثنا ېٔ ووې امر بالمعروف اؤ نهی عن المنکر ېٔ وکړو اؤ پهٔ آخرت کښې هم چې فرښتې به ورباندې دَ هر طرف نه سلام وائی اؤ مبارکی به ورکوی ۔ اؤ خپلو کښې به هم جنتیان صفا ستره خوږې خبرې کوی ۔ فضول خبرې اؤ بد رد به پکښې چرته څوک څهٔ اوری ۔ جنتیان به جنت کښې هم دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو شکریه ادا کوی اؤ حمد ثنا به وائی ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ صَدَقَنَا وَعْدَهٗ وَ اَوْرَثَنَا الْاَرْضَ نَتَبَوَّاُ مِنَ الْجَنَّةِ ۔ پهٔ سورتِ فاطر کښې دی ۔ یُحَلَّوْنَ فِیْھَا اَسَاوَرَ مِنْ ذَھَبٍ وَّ لُؤْلُؤٌ وَّ لِبَاسُھُمْ فِیْھَا حَرِیْرٌ۝ وَ قَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْٓ اَذْھَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ۔

دا آیتونه دَ طیِّبِ قول پوره تفصیل بیانوی ۔

ف۳۷: یعنی دَ اسلام پهٔ لار روان شو ۔ دا لار خپله هم دَ تعریف قابله ده ۔ اؤ لار ښیونکے ېٔ هم دَ ټولو تعریفونو حقدار دے ۔ پهٔ دې لار بنده هغه ځائې ته رسی کوم ځائې چې دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو شکریه ادا کؤل وی (یعنی جنّت ته) ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِیْ جَعَلْنٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءَ اِ۟لْعَاكِفُ فِیْهِ وَ الْبَادِ١ؕ وَ مَنْ یُّرِدْ فِیْهِ بِاِلْحَادٍۭ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ۠۝۲۵

ترجمه: کوم خلق چې منکر شول اؤ منع کوی خلق دَ الله دَ لارې نه اؤ دَ مسجد حرام نه کوم چې مونږ جوړ کړے دَ ټولو خلقو دپاره برابر دے ، پهٔ دې کښې دلته وسېدونکے اؤ بهر نه راتلونکے ۔ ف۳۸ اؤ څوک چې اراده وکړی پهٔ دې کښې دَ کوږوالی پهٔ شرارت سره ۔ وبه څکوؤ مونږ پهٔ هغهٔ دردناک عذاب ۔ ف۳۹

ف۳۸: پهٔ تېر آیت کښې دَ دوؤ مدعیانو ایماندارو اؤ کافرو دَ جګړې ذکر وهٔ ۔ اوس دَ هغې جګړې ځنې خبرې بیانیږی ۔ چې یوه ډله خو هغه ده چې خپله هم ګمراه ده اؤ نور خلق هم دَ سمې لارې نه منع کوی ۔ هېڅوک پهٔ سمه لار روانېدو ته نهٔ پرېږدی ۔ تر دې چې مسلمانان چې دَ خپل پېغمبر سره دَ الله دَ کور زیارت (عمرې) ته راځی نو دوی ېٔ نهٔ پرېږدی ۔ اؤ حال دا دے چې مسجد حرام جوړ شوے دے دَ الله دَ عبادت دپاره پهٔ دې کښې دَ مکّې معظّمې وسیدونکی اؤ دَ بهر خلق یو برابر حقدار دی ۔ البته هغه خلق دَ دې ځائې نه دَ ویستو حقدار دی څوک چې پهٔ شرک اؤ شرارت دَ دې پاک کور بې عزتی کوی ۔

تنبیه: دَ مکّې معظّمې پهٔ ښار کښې دَ کورونو دَ ملکیت اخستو خرڅؤلو مسئله جدا مسئله ده ۔ پوره تفصیل ېٔ روح المعانی کښې شته دلته ېٔ ضرورت نشته ۔

ف۳۹: یعنی څوک چې پهٔ حرم شریف کښې سره دَ پوهې څهٔ بې دینی اؤ وران کار کوی هغهٔ ته به سخته سزا ورکؤلے شی ۔

وَ اِذْ بَوَّاْنَا لِاِبْرٰهِیْمَ مَكَانَ الْبَیْتِ اَنْ لَّا تُشْرِكْ بِیْ شَیْـًٔا وَّ طَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَ الْقَآىِٕمِیْنَ وَ الرُّكَّعِ السُّجُوْدِ۝۲۶

ترجمه: اؤ کله چې مونږ برابر کړو ابراهیم ته ځائې دَ دې کور ۔ ف۴۰ چې مهٔ شریکوه زما سره هېڅوک ف۴۱ اؤ پاک ساته زما کور دَ طواف کؤنکیو اؤ پهٔ (نمانځهٔ) ودرېدونکیو اؤ رکوع اؤ سجده کؤنکیو دپاره ۔ ف۴۲

ف۴۰: وائی چې دَ بیت الله شریف دا ځائې دَ دنیا دَ آبادېدو دَ وخت راسې مبارک اؤ بزرګ وهٔ ۔ خو ډېره موده ورباندې څهٔ آبادی نهٔ وه اؤ دا مبارک ځائې دَ خلقو نه خطا شوے وهٔ ۔ نو الله تعالیٰ ابراهیمؑ ته دغه ځائې وښیٔلو اؤ ورته ېٔ دَ آبادؤلو حکم ورکړو۔ نو هغهٔ دَ خپل ځوی اسماعیلؑ پهٔ مدد دې ځائې باندې دَ بیت الله شریف کوټه جوړه کړه ۔

ف۴۱: یعنی دَ دې کوټې بنیاد خالص توحید دپاره کېږده چې دَ یو الله عبادت پکښې کیږی اؤ دَ شرک څهٔ کار پکښې څوک نهٔ کوی ۔ لېکن دَ مکّې معظّمې مشرکانو چې دَ اسماعیلؑ اولاد وهٔ اؤ ځان ېٔ دَ ملّتِ ابراهیمی تابع ګڼلو پهٔ دې حکم داسې عمل وکړو چې بیت الله شریف کښې ېٔ درے سوه اؤ شپېتهٔ بتان یٔښی وو ۔ اؤ پهٔ مسجدِ حرام کښې به ېٔ هم دغه بتانو ته سجدې لګؤلے اؤ ټول دَ شرک کارونه به ېٔ کؤل ۔ زمونږ رسول کریمﷺ دَ مکّې معظّمې متح کؤلو نه پس دغه بتان مات کړل اؤ دَ الله کور ېٔ دَ الله عبادت دپاره پاک ستره کړو ۔

ف۴۲: یعنی زما دا پاک کور دَ دغه خلقو دپاره صفا کړه څوک چې زما عبادت کوی ۔ حضرت شاه عبدالقادر صاحب لیکلی دی چې دَ نورو امتونو پهٔ نمانځهٔ کښې رکوع نهٔ وه تش قیام اؤ سجده به وه ۔ نو دې آیت کښې خبر ورکړې شو چې دَ بیت الله آبادونکی اؤ اصل حقدار اُمتِ محمدیﷺ دے ۔

وَ اَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّ عَلٰی كُلِّ ضَامِرٍ یَّاْتِیْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِیْقٍۙ۝۲۷

ترجمه: اؤ اعلان وکړه پهٔ خلقو کښې دَ حج چې راځی ستا طرف ته پیاده اؤ سوارهٔ پهٔ خوارو خوارو اوښانو باندې را روان به وی دَ هرې لرې لارې نه ۔ ف۴۳

ف۴۳: چې دَ بیت الله شریف تعمیر پوره شو نو ابراهیمؑ پهٔ یوه غونډۍ ودرېدو پهٔ چغه ېٔ ووې اے خلقو الله تعالیٰ پهٔ تاسو حج فرض کړے دے نو حج ته راشیٔ ۔ الله تعالیٰ دَ ابراهیمؑ دا آواز هر طرف ته اؤ هر روح ته ورسؤلو ۔ دَ چا پهٔ قسمت کښې چې حج لیکلے وهٔ هغهٔ ورباندې لبیک ووې ۔ دا هم هغه جذبه ده چې هر کال پهٔ لکونو خلق پیاده اؤ پهٔ اوښانو، پهٔ موټرو لارو اؤ جهازونو کښې دَ دنیا دَ ګټ ګټ نه دَ بیت الله شریف دَ زیارت (حج) دپاره راغنډیږی ۔ پهٔ زرګونو میله مزلې کوی اؤ بې حسابه سختې پهٔ ځان تېروی ۔ دَ دومره لرې لرې نه خلق راځی چې اوښان پهٔ مزل ستړی شی اؤ خوار شی ۔ بلکې حاجیانو سره څربې اوښې وی چرته؟ اکثر هم دغه پهٔ خوارو اوښو مزل کوی اؤ ځان را رسوی پهٔ هر شان چې وی ۔ دا هم دَ ابراهیمؑ دَ هغه دعا دَ قبلېدو اثر دے چې هغهٔ وئیلی وو ۔ فَاجْعَلْ اَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَھْوِیْۤ اِلَیْھِمْ (سورتِ ابراهیم ، رکوع۶)

(اے ربه تهٔ دَ خلقو زړونه دې خوا را واړوې چې رارغړی ورته) ۔

لِّیَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَ یَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْۢ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ١ۚ فَكُلُوْا مِنْهَا وَ اَطْعِمُوا الْبَآىِٕسَ الْفَقِیْرَ٘۝۲۸

ترجمه: دې دپاره چې حاضر شی دَ خپلې فائدې دپاره ف۴۴ اؤ یاد کړی دَ الله نوم څو ورځې چې معلومې دی ۔ پهٔ ذبح کؤلو دَ هغه څاروؤ چې الله دوی ته ورکړی دی ۔ ف۴۵ نو خوریٔ تاسو دَ دې نه اؤ خورویٔ پهٔ بد حاله محتاجو باندې ف۴۶

ف۴۴: دَ عبادت اصل مقصد خو دَ آخرت فائدې فاصلؤل دی ۔ لکه پهٔ حج اؤ عمره اؤ نورو عبادتونو دَ الله رضا حاصلؤل اؤ وچتې درجې موندل ۔ لېکن دَ حج دَ دې عظیم الشان اجتماع نه نورې ډېرې سیاسی ، تمدنی اؤ اقتصادی فائدې هم حاصلېدے شی ۔

ف۴۵: دَ ”ایام معلومات“ نه دَ ځنو پهٔ خیال دَ ذی الحجې دَ میاشتې وړومبیٔ لس ورځې مراد دی اؤ دَ ځنو پهٔ خیال دَ قربانیٔ درے ورځې پهٔ ایامِ تشریق ورته وائی ۔ بهرحال پهٔ دې ورځو کښې دَ الله دَ ذکر بې شانه ډېر ثواب دے ۔ پهٔ دې ذکر کښې خاص دغه ذکر هم دے چې دَ قربانیٔ دَ څاروی حلالؤلو پهٔ وخت کښې دَ الله نوم یاد شی (تکبیر ووئیلی شی) پهٔ دې ورځو کښې بهترین عبادت دَ الله پهٔ نوم ذبح کؤل دی ۔

ف۴۶: دَ ځنو قومونو دا عقیده ده چې دَ قربانیٔ غوښه خپله قربانی کؤنکی ته خوړل جائز نهٔ دی (ټوله به خیرات کوی)۔ پهٔ دې آیت کښې دَ دې غلطې عقیدې اصلاح شوے ده چې خپله هم خوریٔ اؤ نورو ته هم ورکویٔ ۔ دوستانو ته ، خپلوانو ته اؤ فقیرانو ته ۔

ثُمَّ لْیَقْضُوْا تَفَثَهُمْ وَ لْیُوْفُوْا نُذُوْرَهُمْ وَ لْیَطَّوَّفُوْا بِالْبَیْتِ الْعَتِیْقِ۝۲۹

ترجمه: بیا پکار ده چې لرې کړی دَ خپل ځان نه ښیرے اؤ پوره پوره ادا کړی خپل نذرونه اؤ طواف وکړی دَ هغه زوړ کور ۔ ف۴۷

ف۴۷: چې دَ حج نیت (احرام) وتړلې شی اؤ تلبیه شروع شی نو بیا سر کلؤل ، نوکونه پرېکؤل ، پهٔ سر تیل لګؤل ، ګنډلې جامې اغوستل ۔ دَ ځان نه ښیرے لرې کؤل جائز نهٔ دی ۔ دَ الله پهٔ عشق کښې دَ جنون اؤ بې خبریٔ صحیح نقشه جوړؤل وی ۔ پهٔ لسم تاریخ چې پهٔ عرفات قیام وشی نو دا پابندی ختم شی ۔ اوس ګنډلې جامې اغوستل اؤ ځان صفا کؤل جائز دی ۔ پهٔ چا چې قربانی ضروری وی اؤ قربانی وکړی بیا ځان صفا کړی اؤ طوافِ زیارت وکړی ۔ وَلْیُوْفُوْا نُذُوْرَھُمْ کښې دَ نذر نه دَ ځنو پهٔ خیال دَ حج ارکان اؤ نور واجبات مراد دی ۔ اؤ دَ ځنو پهٔ خیال چا چې دَ خپلو مرادونو دپاره دَ الله پهٔ نوم څهٔ منلی وی هغه نذرونه پوره کؤل مراد دی ۔ والله اعلم ۔

تنبیه: دَ عتیق معنٰی ده زوړ پخوانې ۔ بیت الله شریف ته بیتِ عتیق ځکه وئیلی شی چې دا دَ الله دَ عبادت دپاره دَ ټولو نه وړومبے اؤ پخوانې ځائې دے ۔ اؤ څوک وائی چې عتیق ورته ځکه وئیلی شی چې څوک چې دَ دې کور دَ ورانؤلو نیت وکړی الله پاک به ېٔ پهٔ خپله اراده کښې نهٔ کامیابوی تر څو چې دنیا آباده وی ۔

ذٰلِكَ١ۗ وَ مَنْ یُّعَظِّمْ حُرُمٰتِ اللّٰهِ فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ١ؕ وَ اُحِلَّتْ لَكُمُ الْاَنْعَامُ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْاَوْثَانِ وَ اجْتَنِبُوْا قَوْلَ الزُّوْرِۙ۝۳۰

ترجمه: دا ېٔ واؤرېدو ، اؤ چا چې تعظیم وکړو دَ الله دَ حکمونو ۔ نو هغه بهتر دے دهٔ دپاره دَ الله پهٔ نزد ، ف۴۸ اؤ حلال دی تاسو دپاره ټول څاروی ۔ ف۴۹ بې دَ هغه نه چې اوروؤ ېٔ تاسو ته ۔ ف۵۰ نو تاسو ځان ساتیٔ دَ بتانو دَ پلیتۍ نه ف۵۱ اؤ ځان ساتیٔ دَ خبرو دروغو نه ۔ ف۵۲

ف۴۸: یعنی دَ حرامو څیزونو نه ځان ساتل اؤ الله تعالیٰ چې کومو څیزونو ته عزت ورکړے دے دَ هغې دَ عزت خیال ساتل دَ نیکیٔ کار دے اؤ انجام ېٔ بهتر دے ۔ پهٔ عزتمندو څیزونو کښې دَ قربانیٔ دَ څاروے ، مسجد حرام ، صفا مروه ، منٰی ، عرفات ، ټول جماعتونه ، قرآن کریم بلکې ټول احکامِ الٰهی شریک دی ۔ خو دلته پهٔ خصوصیت سره دَ مسجدِ حرام عزت اؤ دَ قربانیٔ دَ څاروی عزت اؤ دَ حج دَ نورو مناسکو عزت باندې زور ورکړې شوے دے ۔ چې حاجیانو ته لار مهٔ بندویٔ اؤ دَ قربانیٔ څاروی مهٔ واپس کویٔ ۔

ف۴۹: یعنی دَ قربانیٔ دَ څاروی ذبح کؤل دَ هغې دَ عزت خلاف نهٔ دی ۔ ځکه چې کوم مالک چې دَ دغه څاروی دَ احترام حکم ورکړے دے هم دَ هغهٔ پهٔ نوم اؤ دَ هغهٔ پهٔ حکم ذبح کؤلے شی ۔

ف۵۰: یعنی ټول څاروی حلال دی بې دَ هغه څاروؤ نه دَ کومو دَ حرام والی احکام چې تاسو ته وخت پهٔ وخت بیانیږی چې تفصیل ېٔ پهٔ سورتِ انعام کښې تېر شو ے دے ۔

ف۵۱: یعنی ټول څاروی دَ الله مخلوق اؤ دَ هغهٔ ملکیت دی نو دَ هغهٔ پهٔ نوم اؤ دَ هغهٔ پهٔ اجازت ذبح کېدے شی ۔ اؤ هم دَ هغهٔ دَ کور نذر کېدے شی ۔ کوم څاروے چې دَ بتانو پهٔ نوم یا دَ بت خانې دپاره ذبح شو هغه مردار دے ۔ نو دَ داسې شرک اؤ ګنده کار نه ځان وساتیٔ ۔

ف۵۲: دروغ خبره کؤل یا دَ دروغو ګواهی ورکؤل یا دَ الله نه غیر دَ بل چا پهٔ نوم څاروے ذبح کؤل ، څهٔ شی ته بغیر دَ څهٔ شرعی ثبوت نه حرام یا حلال وئیل ۔ دا ټول پهٔ ”قول زور“ کښې راځی ۔ دَ قولِ زور دَ ګناه اندازه دې نه ولګویٔ چې الله پاک دلته دَ شرک سره ملګرے کړے دے بل ځائې کښې دَ شرک سره ملګرے داسې راغلے دے ۔ وَ اَنْ تُشْرِکُوْا بِاللہِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطَانًا وَّ اَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللہِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۝ (سورتِ اعراف ، رکوع۴)

(اؤ ځان وساتیٔ دې خبرې نه چې شریک کړیٔ دَ الله سره داسې شے چې الله پرې څهٔ سند نهٔ دے راستؤلے اؤ ځان وساتیٔ دَ دې نه چې پهٔ الله باندې داسې خبرې جوړې کړیٔ دَ کومو چې تاسو ته څهٔ یقینی علم نشته)

پهٔ احادیثو کښې هم ډېرې سختیٔ سره دَ دروغو نه منع شوے ده ۔

حُنَفَآءَ لِلّٰهِ غَیْرَ مُشْرِكِیْنَ بِهٖ١ؕ وَ مَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَكَاَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ اَوْ تَهْوِیْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ مَكَانٍ سَحِیْقٍ۝۳۱

ترجمه: یو مخیز شیٔ الله ته ، نهٔ دَ هغهٔ سره شریک جوړونکی ۔ ف۵۳ اؤ چا چې شریک جوړ کړو دَ الله سره ، نو لکه چې را وغورزېدو دَ آسمان نه ، بیا تښتوی ېٔ مارغان یا وغورزؤلو هوا یو لرې ځائې کښې ۔ ف۵۴

ف۵۳: یعنی دَ هر طرف نه ځان را جدا کړیٔ یو الله ته مخ کړیٔ چې ستاسو ټول کارونه خالص دَ الله دَ رضا دپاره وی دَ بل چا ورکښې څهٔ شرکت نهٔ وی ۔

ف۵۴: دا دَ شرک یو مثال دے ۔ مطلب ېٔ دا دے چې دَ توحید ډېر لوړ مقام دے چې څوک دا پرېږدی اؤ مخلوق ته سجده کوی نو هغه خپله ځان ذلیل کوی اؤ دَ توحید وچت مقام نه ځان دَ ذلت کندې ته غورزوی ۔ اؤ چې کندې ته وغورزیږی نو ځان بچ کؤلے نهٔ شی ۔ یا خو به ترېنه دَ نفسانی خواهشاتو اؤ غلطو خیالاتو مردارې مارغان غوښې وشوکوی اؤ یا به ېٔ شیطان لکه دَ طوفان سیلۍ پهٔ یو هله چرته لرې کندې ته وغورزوی چې هډ ګوډ به ېٔ مات شی ۔ یا داسې وګڼه چې پهٔ مثال کښې دَ دوه قسمه مشرکانو حال بیل بیل بیان شوے دے ۔ کوم مشرک چې پهٔ خپل شرک کښې کلک نهٔ دے ، ګډ وډ غوندې دے ۔ کله دې خوا اوړی کله اخوا دَ هغهٔ حال خو داسې دے لکه کندې ته پرېوتې وی اؤ دَ مردارې مارغان پرې راغنډ وی غوښې ترې شوکوی ۔ اؤ کوم مشرک چې پهٔ خپله خرابه عقیده مضبوط ولاړ دے دَ هغهٔ مثال داسې دے لکه تېزې سیلۍ یو لرې کندې ته غورزؤلے وی (چې دَ امداد ېٔ هېڅوک نهٔ وی بې اسرې پکښې پروت وی) اؤ یا دَ ”فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ“ مطلب دَ بل دَ لاسه مرګ دے اؤ دَ ” تَهْوِیْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ مَكَانٍ سَحِیْقٍ۝ “ نه مطلب پهٔ خپل طبعی مرګ مړهٔ کېدل دی ۔ اکثرو مفسرانو خو دغه تفسیر کړے دے لېکن حضرت شاه صاحب لیکلی دی ۔ څوک چې یو الله ته یو مخیز وی هغه خو پهٔ خپل ځائې مضبوط اؤ ثابت قدم وی اؤ چا چې دَ یو الله نه مخ واړؤلو نو هغه پریشان شی کله ېٔ یوه ډله ځان ته راکاږی اؤ کله بله ډله لکه دَ مردارې دَ مارغانو ترېنه مختلفې ډلې چاپېره وی هره یوه ېٔ ځان ته راکاږی دې کله یو ته اوړی کله بل ته آخر دَ ټولو نه منکر شی اؤ دهری شی یعنی لا مذهبه شی۔

ذٰلِكَ١ۗ وَ مَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ۝۳۲

ترجمه: دا دې واؤرېدو ، اؤ څوک چې عزت کوی دَ الله پهٔ نوم شوی څیزونو ، دغه ده دَ زړهٔ دَ پرهېزګاریٔ خبره ۔ ف۵۵

ف۵۵: یعنی دَ الله دَ شعائرو عزت کؤل شرک نهٔ دے ۔ دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې تقویٰ وی دَ یو الله نه ویریږی هغه به دَ الله پهٔ نوم شوی څیزونو ادب عزت ضرور کوی ۔ دَ داسې څیزونو ادب و عزت کؤل شرک نهٔ دے بلکې دا خو عین توحید دے چې دَ الله عاشق دَ هر هغه څیز قدر کوی دَ کوم چې الله ته نسبت کیږی ۔

لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ مَحِلُّهَاۤ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْقِ۠۝۳۳

ترجمه: تاسو دپاره پهٔ دې څاروؤ کښې فائدې دی تر یو مقررې نېټې ۔ بیا دَ دې رسېدل دی هغې زوړ کور ته (بیت الله ته) ۔ ف۵۶

ف۵۶: بیتِ عتیق بیت الله شریف دے خو شاید چې دلته ترېنه ټول حرم شریف مراد دے ۔ ستاسو دپاره پهٔ څاروؤ کښې ډېرې فائدې دی ۔ مثلًا سورلی کؤل ، پئ ترې اخستل ، غوښه ېٔ خوړل ، ویښتهٔ ېٔ پکار راوستل وغېره ۔ خو دا ټولې فائدې ترېنه تر هغه وخته اخستے شی چې دې نه هُدی نهٔ وی جوړه شوے (یعنی دَ قربانیٔ دپاره نهٔ وی مقرر شوے) دَ قربانیٔ دَ څاروی نه دا قسم فوائد اخستل جائز نهٔ دی ۔ اوس دَ هغې صرف یوه عظیم الشانه دَ آخرت فائده ده چې دَ الله پهٔ نوم ذبح شی ۔

وَ لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْۢ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ١ؕ فَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَلَهٗۤ اَسْلِمُوْا١ؕ وَ بَشِّرِ الْمُخْبِتِیْنَۙ۝۳۴

ترجمه: اؤ دَ هر یو امت دپاره مونږ مقرر کړے قربانی چې یاد کړی دَ الله نوم پهٔ ذبحه شویو څاروؤ کوم چې دوی ته الله ورکړی ۔ نو الله ستاسو یو الله دے نو هم دَ هغهٔ حکم ته غاړه کېږدیٔ ۔ ف۵۷ اؤ زېرے ورکړه عاجزی کؤنکیو ته ، ف۵۸

ف۵۷: یعنی دَ الله پهٔ نوم څاوری ذبح کؤل پهٔ هر آسمانی شریعت کښې عبادت مقرر شوے دے ۔ هم دغه کار کهٔ دَ الله نه غیر دَ بل چا پهٔ نوم وشی نو شرک دے ځان ترې ساتل ضروری دی ۔

ف۵۸: یعنی دغه خلقو ته خوشخبری ورکړه څوک چې خالص دَ یو الله دَ حکم تابع وی اؤ یواځې دَ هغهٔ نه ویریږی ۔

الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَ جِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَ الصّٰبِرِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَصَابَهُمْ وَ الْمُقِیْمِی الصَّلٰوةِ١ۙ وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ۝۳۵

ترجمه: هغه کسان چې کله یاد کړی شی دوی ته دَ الله نوم وبوږنیږی دَ دوی زړونه ، اؤ صبر کؤنکیو ته پهٔ هغه سختو چې دوی باندې راځی ف۵۹ اؤ پابندیٔ سره نمونځ کؤنکیو ته اؤ زمونږ دَ ورکړی رزق نه خرچ کؤنکیو ته ، ف۶۰

ف۵۹: دَ دین پهٔ لار کښې هر تکلیف پهٔ صبر و استقلال برداشت کوی ۔

ف۶۰: بیت الله شریف ته رسېدو کښې ډېرې سختې راځی پهٔ سفر کښې اکثر نمونځونه هم قضا کیږی ۔ مال هم ډېر لګی ۔ ځکه دلته دَ دې اوصافو خاص طور سره ذکر وشو ۔

وَ الْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُمْ مِّنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ لَكُمْ فِیْهَا خَیْرٌ١ۖۗ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا صَوَآفَّ١ۚ فَاِذَا وَجَبَتْ جُنُوْبُهَا فَكُلُوْا مِنْهَا وَ اَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَ الْمُعْتَرَّ١ؕ كَذٰلِكَ سَخَّرْنٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ۝۳۶

ترجمه: اؤ دَ (قربانیٔ) اوښان مونږ ګرځؤلی دی تاسو دپاره دَ الله دَ نوم نښانې پهٔ دې کښې تاسو دپاره خیر دے ۔ نو یاد کړیٔ دې باندې دَ الله نوم چې قطار ولاړ وی بیا چې ولګی دَ دوی اړخونه ۔ نو خوریٔ ترېنه ف۶۱ اؤ خورویٔ ېٔ پهٔ صابرانو اؤ پهٔ بې صبرو ۔ ف۶۲ دغه شان مونږ تابع کړی دی تاسو دپاره چې تاسو احسان ومنیٔ ۔ ف۶۳

ف۶۱: اول دَ مطلق شعائر الله دَ تعظیم حکم وهٔ ۔ اوس واضح ووئیلی شو چې دَ قربانیٔ اوښ هم پهٔ شعائر الله کښې داخل دے چې پهٔ اخلاص سره قربانی کؤلو کښې ېٔ ستاسو دپاره دَ دین اؤ دنیا ډېرې ډېرې فائدې دی نو پکار ده چې تاسو دَ قربانیٔ پهٔ څاروی دَ ذبح کؤلو پهٔ وخت دَ الله نوم یاد کړیٔ اؤ بیا خاص دَ اوښ پهٔ ذبحه کؤلو کښې دَ نحر طریقه ټولو کښې بهتره ده ۔ اوښان مخ پهٔ قبله پهٔ قطار ودرویٔ اؤ پهٔ یو لاس ېٔ پهٔ سینه زخم ولګویٔ چې وینه ترې وبهیږی په اړخ پرېوځی ساه ترېنه وخیژی ونو بیا ېٔ ټوکړې ټوکړې کړیٔ خپله ترې هم وخوریٔ اؤ نورو خلقو باندې هم وخورویٔ ۔

ف۶۲: دَ حاجتمنو دوه قسمه دی ۔ یو هغه چې صابر وی ۔ پهٔ ځائې ناست وی سوال نهٔ کوی چې څهٔ چا ورکړهٔ پهٔ هغې قانع وی اؤ بل قسم هغه دی چې غوښې پسې ګرځی سوال کوی اؤ کهٔ څوک ورکړی هم صبر پرې نهٔ کوی نوره پسې ګرځی ۔

ف۶۳: یعنی داسې غټ اؤ مضبوط څاروی چې دَ بنیادم نه پهٔ طاقت کښې څو چنده زیات دی ۔ دا دَ الله تعالیٰ احسان دے چې دا څاروی ېٔ دَ بنیادم تابع کړی دی اؤ بنیادم ترې قسم قسم کارونه اؤ فائدې اخلی ۔ اؤ څنګه پهٔ آسانه ېٔ ذبح کوی ۔ دَ الله تعالیٰ دَ دې احسان شکریه داسې ادا کؤل پکار دی چې بنده دَ یو الله حکم ته غاړه کیږدی اؤ بل څوک ورسره شریک نهٔ کړی ۔

لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَ لَا دِمَآؤُهَا وَ لٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰی مِنْكُمْ١ؕ كَذٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰی مَا هَدٰىكُمْ١ؕ وَ بَشِّرِ الْمُحْسِنِیْنَ۝۳۷

ترجمه: نهٔ رسی الله ته غوښې دَ دې اؤ نهٔ دَ دې وینه ، لېکن رسی هغهٔ ته ستاسو دَ زړه ادب ف۶۴ دغه شان ېٔ تابع کړل دا څاروی ستاسو چې تاسو دَ الله لوئی بیان کړیٔ پهٔ دې خبره چې تاسو ته ېٔ سمه لار وښیله ۔ اؤ زېرے ورکړه نیکی کؤنکیو ته ۔ ف۶۵

ف۶۴: دې آیت کښې دَ قربانیٔ اصل فلسفه بیان شوے ده چې دَ قربانیٔ نه غرض صرف غوښې خوړل اؤ وینه بهېدل نهٔ دی ، نهٔ دَ قربانیٔ غوښه یا وینه الله ته رسی اؤ نهٔ پهٔ دې الله راضی کیږی ۔ الله تعالیٰ خو دَ ستاسو زړونو ته ګوری چې څومره پهٔ عزت پهٔ ادب اؤ پهٔ خوښیٔ داسې قیمتی اؤ دَ کار څیز دَ الله پهٔ حکم اؤ دَ الله پهٔ نوم قربانویٔ ۔ ګویا دا دَ دې علامه ده چې څنګه مو دا خپل مرغوب شے قربان کړو دغسې زمونږ سرونه اؤ ځانونه هم ستا پهٔ لار کښې قربانیٔ ته تیار دی ۔ هم دا هغه دَ زړونو تقویٰ ده دَ کوم چې پهٔ دې آیت کښې ذکر شوے دے ۔ ”وَ مَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآئِرَ اللہِ فَاِنَّھَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ ۔“ دَ کوم پهٔ ذریعه چې دَ الله رضا حاصلېدے شی اؤ کوم چې دَ قربانیٔ اصل غرض دے ۔

ف۶۵: یعنی دَ بِسْمِ اللہِ اَللہُ اَکْبَرْ اَللّٰھُمَّ لَكَ وَ مِنْكَ پهٔ وېنا ذبح وکړی اؤ دَ الله شکر ادا کړی چې دَ خپل محبوب پهٔ ذریعه ېٔ مونږ ته دَ خپل محبّت و عبدیت ښکاره کؤلو دپاره څنګه آسانه طریقه وښیٔله اؤ دَ یو څاروی قربانی ېٔ دَ خپل نفس دَ قربانیٔ قائم مقام کړه ۔

اِنَّ اللّٰهَ یُدٰفِعُ عَنِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُوْرٍ۠۝۳۸

ترجمه: بېشکه الله به دښمن دفع کوی دَ مؤمنانو نه ۔ ف۶۶ دَ الله خوښ نهٔ دے هېڅ یو ټګ مار ناشکره ۔ ف۶۷

ف۶۶: پهٔ اِنَّ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللہِ وَالْمَسْجِدِالْحَرَامِ کښې دَ هغه کافرانو ذکر وهٔ چې مسلمانان ېٔ دَ حج اؤ عمرې نه منع کؤل ۔ تر دا مینځه دَ مسجد حرام اؤ دَ هغې دَ متعلقاتو دَ ادب اؤ عزت تذکره وشوه اوس بیا خپل مضمون شروع کیږی چې مسلمانان دې اطمینان لری اؤ پهٔ دې عارضی رکاوټ دې خفه کیږی نه ۔ الله تعالیٰ به ډېر ژر دَ دوی دښمنان دفع کړی اؤ مسلمانانو ته به دَ مسجدِ حرام لار صفا کړی ، بې خطرې به دَ حج مناسک پوره کؤلے شی ۔ مخکښې وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِیْنَ کښې دَ بشارت امر وهٔ ۔ پهٔ هغې بشارتونو کښې یو بشارت دا هم دے چې ډېر ژر به دَ مسجدِ حرام نه رکاوټونه لری شی اؤ مسلمانان به بیا دا فریضه پهٔ ښهٔ شان سره ادا کؤلے شی ۔

ف۶۷: یعنی نافرمانو اؤ ناشکرو ته کهٔ تر څهٔ وخته پورې مهلت ورکؤلے شی نو دا خیال مهٔ کویٔ چې ګنی دَ الله خوښ دی ۔ دا مهلت دَ څهٔ خاص حکمت اؤ مصلحت پهٔ بنا ورکؤلے شی ۔ خوښ ېٔ هرګز نهٔ دی ۔ آخر انجام به الله تعالیٰ حق ته غلبه ورکړی اؤ باطل به ېٔ دَ مخې نه ورک کړی ۔

اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّهُمْ ظُلِمُوْا١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی نَصْرِهِمْ لَقَدِیْرُۙ۝۳۹

ترجمه: حکم وشو هغه چا ته چې کافران ورسره جنګ کوی ”ځکه چې پهٔ دوی ظلم شوے“ ف۶۸ اؤ الله دَ دوی پهٔ امداد قادر دے ۔ ف۶۹

ف۶۸: رسول اللهﷺ چې تر څو پهٔ مکّه معظّمه کښې وهٔ نو مسلمانانو ته دا حکم وهٔ چې دَ کافرانو پهٔ سختیو به صبر کویٔ اؤ بدله به ترې نهٔ اخلیٔ نو مسلمانانو دیارلس کاله پهٔ ځان ډېرې سختې تېرې کړې اؤ دَ کافرو هر قسم ظلمونه ېٔ ډېر پهٔ صبر اؤ استقامت برداشت کړل ۔ کله چې مدینې منورې ته هجرت وشو اؤ دَ مسلمانانو یو مستقل مرکز جوړ شو دَ اسلامی حکومت بنیاد کښېښوې شو نو مسلمانانو ته حکم وشو چې اوس تاسو دَ کفارو مقابلې ته ودرېږیٔ اؤ دَ خپلې ډلې اؤ خپل دین حفاظت وکړیٔ ۔ پهٔ دغه زمانه کښې دَ دې قسم مختلف آیتونه وخت پهٔ وخت نازل شوی دی ۔

ف۶۹: یعنی تاسو دَ خپل لږ والی اؤ دَ ظاهری ساز و سامان دَ کمی څهٔ پرواه مهٔ کویٔ ، الله تعالیٰ تاسو ته غلبه درکؤلے شی ۔ دا جمله پهٔ حقیقت کښې یو شاهانه وقار سره دَ مسلمانانو دَ امداد اؤ غلبې وعده ده لکه څنګه چې دَ دنیا بادشاهان اؤ لوئی خلق چې دَ چا سره دَ څهٔ کار وعده کوی نو دَ خپل وقار پهٔ خیال دا نهٔ وائی چې زهٔ به درته دا کار وکړم ۔ بلکې وائی زهٔ دَ ستا دا کار کؤلے شم ۔ شاید چې دا عنوان دې دپاره خوښوی چې پهٔ مخاطب دا اثر پرېوځی چې زهٔ مجبور نهٔ یم ، څهٔ چې دَ چا سره کؤم پهٔ خپله خوښه اؤ پهٔ خپل اختیار ېٔ کوم ۔

اِ۟لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ١ؕ وَ لَوْ لَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَ بِیَعٌ وَّ صَلَوٰتٌ وَّ مَسٰجِدُ یُذْكَرُ فِیْهَا اسْمُ اللّٰهِ كَثِیْرًا١ؕ وَ لَیَنْصُرَنَّ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ۝۴۰

ترجمه: هغه کسان چې ویستلی شوی دی دَ خپلو کورونو نه اؤ دعویٰ پرې هېڅ نهٔ وه بې دَ دې نه چې هغوی وې زمونږ رب الله دے ۔ ف۷۰ اؤ کهٔ نهٔ دفع کؤلے الله خلق یو پهٔ بل نو غورزؤلی شوے به وې تکیې اؤ مدرسې اؤ عبادت خانې اؤ جماتونه چې پکښې نوم اخستے شی دَ الله ډېر ډېر اؤ الله به ضرور امداد وکړی دَ هغه چا چې دَ هغهٔ امداد کوی ، بېشکه الله طاقتور دے غالب (پهٔ هر چا) ف۷۱

ف۷۰: یعنی مسلمانان چې پهٔ هجرت مجبور کړې شؤل دَ هغوی بل څهٔ ګناه نهٔ وه نهٔ ورباندې بل څهٔ دعویٰ وه بغیر دَ دې نه چې دَ توحید پرستار وو ۔ دَ بتانو منکر وو اؤ خپل رب ېٔ یو الله منلو ۔ دَ هغو غټ جرم دا وهٔ چې دَ مشرکانو غوندې ېٔ بتانو ته سجدې نهٔ کؤلے ۔ یو الله ېٔ خپل خالق اؤ مالک منلو ۔

ف۷۱: یعنی کهٔ پهٔ هېڅ وخت کښې هم یوې ډلې ته دَ بلې سره جنګ کؤلو اجازت ور نهٔ کړی شی نو دا خبره دَ قانونِ فطرت خلاف ده ۔ الله تعالیٰ دَ دې دنیا نظام داسې جوړ کړے دے چې هر څیز یا هر سړے یا هره ډله به دَ بل څیز یا بل سړی یا بلې ډلې پهٔ مقابله کښې دَ خپل ځان دَ حفاظت اؤ خپلې هستیٔ برقرار ساتلو دپاره ضرور جنګ کوی اؤ کهٔ داسې نهٔ وې اؤ الله تعالیٰ پهٔ خپل امداد سره نیکان دَ بدانو مقابلې ته نهٔ ودرؤلے نو دَ دنیا نه به دَ نیکیٔ نوم نشان ورک شوے وهٔ ۔ بدانو اؤ شریرانو به چې پهٔ هره زمانه کښې ېٔ اکثریت وی ټول مقدس ځایونه اؤ پاک یادګارونه وران کړی وو اؤ یوه عبادت خانه به ېٔ هم صحیح سالمه نهٔ وه پریٔښې ۔ نوضروری ده چې دَ بدیٔ دَ طاقت ختمؤلو دپاره الله تعالیٰ دَ نیکانو دَ ډلې امداد وکړی اؤ پهٔ دې طریقه دَ بدانو طاقت کمزورے کړی اؤ دَ خپل دین حفاظت وکړی ۔ بېشکه الله تعالیٰ داسې قوی اؤ زبردست دے چې دَ هغهٔ پهٔ امداد یو کمزورے څیز ډېر غټ طاقت ته شکست ورکؤلے شی ۔ بهرحال پهٔ دې وخت کښې مسلمانانو ته دَ جهاد حکم ورکؤل دَ قدرت دَ دغې عام قانون ماتحت وو ۔ اؤ دا هغه قانون دے چې هېڅ یو عقلمند ترېنه انکار نهٔ شی کؤلے ۔

کهٔ دَ مدافعت دا قدرتی قانون نهٔ وې نو پهٔ خپله زمانه کښې به نهٔ یو عیسائی راهب خپله خلوت خانه جوړه کړے وه ۔ نهٔ به دَ عیسایانو ګرجې وې اؤ نهٔ به دَ یهودیانو عبادت خانې وې اؤ نهٔ به دَ مسلمانانو هغه جماتونه وو چې دَ الله نوم پکښې ډېر ډېر یادؤلے شی ۔ مشرکانو اؤ دَ الله نه منکرانو به دا ټولې عبادت خانې ورانې کړے وې ۔ پهٔ دنیا کښې به پهٔ هر ځائې کښې به صرف بت خانې اؤ دَ شرک اؤ کفر اډې وې ۔ نو دَ دې عام قانونِ قدرت موافق دا ضروری وه چې دَ کفر دَ زور ختمؤلو اؤ پهٔ دنیا کښې دَ الله دَ قانون خورؤلو دپاره مسلمانانو ته دَ جهاد اجازت ورکړې شی ۔

اَلَّذِیْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَ اَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَ نَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ١ؕ وَ لِلّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ۝۴۱

ترجمه: هغه خلق چې کهٔ مونږ ورته غلبه ورکړو پهٔ ملک کښې نو قائم به وساتی نمونځونه اؤ وربه کړی زکوٰة اؤ حکم به وکړی دَ نیکیٔ اؤ منع به وکړی دَ بدیٔ نه ، ف۷۲ اؤ دَ الله پهٔ اختیار کښې دے انجام دَ هر کار ، ف۷۳

ف۷۲: دا دَ هغه مظلومو مسلمانانو بیان دے چې الله تعالیٰ به دَ دوی امداد ولې نهٔ کوی؟ چې دا داسې قوم دے کهٔ مونږ ورته غلبه ورکړو اؤ پهٔ مکّه معظّمه کښې دَ دوی حکومت جوړ شی نو بیا به هم دوی دَ خپل رب نه غافل نهٔ وی ۔ پهٔ خپله به هم بدنی اؤ مالی عبادتونه کوی اؤ نورو خلقو ته به هم دغه لار ښیٔ ۔ نو الله پاک دغه قوم ته حکومت ورکړو اؤ خپله وعده ېٔ پوره کړه ۔ دَ دې آیت نه دَ اصحابِ کرامو حقانیت ، مقبولیت اؤ دَ الله تعالیٰ سره لویه درجه څرګندیږی ۔

ف۷۳: یعنی (۱) اګرچې پهٔ ظاهره مسلمانان کمزوری ښکاری لېکن حقیقت دا دے چې دَ هر کار انجام دَ الله پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دے ۔ هغه به آخر مسلمانانو ته غلبه اؤ طاقت ورکړی یا (۲) دا مطلب دے چې دا قوم به تر څهٔ وخته دَ الله قانون پهٔ دنیا کښې جاری کړی اؤ دَ آخر انجام نه الله خبر دے چې آخر به څهٔ کیږی؟

وَ اِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّ عَادٌ وَّ ثَمُوْدُۙ۝۴۲

ترجمه: اؤ کهٔ دوی تا ته دروغژن وائی ، نو دَ دوی نه مخکښې دروغژن وئیلی (خپل پېغمبر ته) دَ نوح قوم اؤ عاد اؤ ثمود قوم ،

وَ قَوْمُ اِبْرٰهِیْمَ وَ قَوْمُ لُوْطٍۙ۝۴۳

ترجمه: اؤ دَ ابراهیم قوم اؤ دَ لوط قوم ۔

وَّ اَصْحٰبُ مَدْیَنَ١ۚ وَ كُذِّبَ مُوْسٰی فَاَمْلَیْتُ لِلْكٰفِرِیْنَ ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ١ۚ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ۝۴۴

ترجمه: اؤ دَ مدین خلقو ، ف۷۴ اؤ دروغژن وئیلی شوی موسٰی ته ف۷۵ نو ما مهلت ورکړو کافرانو ته ، بیا مې را ونیؤل نو څنګه شو زما انکار ، ف۷۶

ف۷۴: دَ مدین خلقو ته شعیبؑ راستؤلے شوے وهٔ نو هغوی ېٔ تکذیب کړے وهٔ ۔

ف۷۵: یعنی دَ مصر قبطیانو دَ موسٰیؑ تکذیب کړے وهٔ ۔

ف۷۶: یعنی دَ مسلمانانو سره چې دَ غلبې اؤ امداد کومې وعدې کیږی کفار دې دَ خپل ظاهری طاقت پهٔ خیال دا دعوې دروغ نهٔ ګڼی ۔ دا خو الله تعالیٰ قومونو ته دغه شان څهٔ موده مهلت ورکوی ۔ اؤ نورو قومونو ته ېٔ هم دغه شان مهلت ورکړے وهٔ خو چې سم نهٔ شو نو وګوریٔ آخر انجام ېٔ څهٔ شو ۔ دَ پېغمبرانو دَ تکذیب اؤ دَ الله دَ عذاب نه انکار کؤلو ېٔ څنګه سزا ومونده؟

فَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا وَ هِیَ ظَالِمَةٌ فَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا وَ بِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَّ قَصْرٍ مَّشِیْدٍ۝۴۵

ترجمه: نو څومره کلی مونږ تباه کړل اؤ وو هغوی ګنهګار ۔ اوس دا کلی اړؤلی پراتهٔ دی پهٔ خپلو چتونو ۔ ف۷۷ اؤ څومره کویان بې کاره پراتهٔ دی اؤ څومره پخې ماڼۍ ۔ ف۷۸

ف۷۷: یعنی اول خو ېٔ دَ بنیادونو خوزېدو (زلزلې) پهٔ وجه چتونه را پرېوتل اؤ بیا ېٔ دیوالونه دَ هغې چتونو دَ پاسه را وغورزېدل نو دغه شان اوس لاندې باندې پراتهٔ دی ۔

ف۷۸: یعنی دَ اوبو هغه کویان چې دَ اوبو ویستونکیو غوبل به وهٔ پرې ۔ نن وران پراتهٔ دی ۔ دومره څوک نشته چې بوقه ورکوزه کړی ۔ اؤ لوئے لوئے پخې چونه ګچ آبادیٔ څنګه شاړې روانې پرتې دی چې یو کس پکښې دَ وسېدو نشته ۔

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَتَكُوْنَ لَهُمْ قُلُوْبٌ یَّعْقِلُوْنَ بِهَاۤ اَوْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا١ۚ فَاِنَّهَا لَا تَعْمَی الْاَبْصَارُ وَ لٰكِنْ تَعْمَی الْقُلُوْبُ الَّتِیْ فِی الصُّدُوْرِ۝۴۶

ترجمه: آیا دوی ګرځیدلی نهٔ دی پهٔ ملک کښې چې زړونه ېٔ وې دوی پرې پوهېدې یا ېٔ غوږونه وې دوی پرې اورېدې ۔ ف۷۹ نو خبره دا ده چې سترګې نهٔ ړندیږی اؤ لېکن ړاندهٔ شی هغه زړونه چې وی پهٔ سینو کښې ۔ ف۸۰

ف۷۹: یعنی دَ دې تباه شویو کلو کنډرے وینی خو چرې ېٔ پرې غور ونهٔ کړو چې دا ولې تباه شوې ګنی پهٔ حقه خبره به پوهه شوی وو اؤ دَ حقې خبرې اورېدو ته به تیار شوی وو ۔

ف۸۰: یعنی کهٔ څوک پهٔ سترګو څیز وینی خو سوچ پرې نهٔ کوی نو هغه پهٔ نهٔ لیدو حساب دے ۔ کهٔ ظاهری سترګې ېٔ غړیږی خو دَ زړهٔ سترګې ېٔ بندې دی اؤ خطرناک ړوندوالې دا دے چې زړهٔ ړوند شی ۔

وَ یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ وَ لَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ وَعْدَهٗ١ؕ وَ اِنَّ یَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَاَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ۝۴۷

ترجمه: اؤ دا کافران ژر غواړی ستا نه عذاب ، اؤ هرګز به خلاف ونهٔ کړی الله دَ خپلې وعدې ف۸۱ اؤ یوه ورځ ستا دَ رب سره دَ زرو کالو برابر ده ستاسو پهٔ شمېر ، ف۸۲

ف۸۱: یعنی تاسو دَ عذاب دپاره تلوار مهٔ کویٔ ۔ الله تعالیٰ به خپله وعده ضرور پوره کوی ۔ پهٔ خپل وخت به ورباندې عذاب راشی ۔ دَ ستاسو تلوار کؤل بې فائدې دی ۔

ف۸۲: یعنی دَ ستاسو پهٔ حساب زر کاله دَ الله سره دَ یوې ورځې برابر دی ۔ څنګه چې نن مجرم دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دے دغه شان به زر کاله پس هم وی ۔ چرته تښتېدے نهٔ شی ۔ یا دا چې دَ زرو کالو کار الله تعالیٰ پهٔ یوه ورځ کښې هم کؤلے شی ۔ لېکن کوی هغه څهٔ چې دَ هغهٔ دَ حکمت اؤ مصلحت تقاضا وی ۔ دَ چا دَ تلوار کؤلو اؤ شور غوبل جوړؤلو پهٔ هغهٔ څهٔ اثر نهٔ کیږی هغه خپل کار پهٔ خپل وخت کوی څوک هر څهٔ چې وائی ۔ یا دَ وعدې نه مراد دَ آخرت دَ عذاب وعده ده ۔ یعنی قیامت به ضرور راځی اؤ تاسو ته به دَ خپل عمل سزا درکؤلے شی اؤ مخکښې آیت کښې بیا دَ قیامت دَ ورځې دَ هیبت بیان دے ۔ چې دَ قیامت ورځ به دَ هیبت اؤ دهشت پهٔ وجه پهٔ خلقو دومره وږده شی چې دَ زرو کالو برابر به وی ۔ نو بیا داسې بدې ورځې ته مو دومره تلوار ولې ده اؤ دومره شور مو ولې جوړ کړے دے؟

وَ كَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَمْلَیْتُ لَهَا وَ هِیَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ اَخَذْتُهَا١ۚ وَ اِلَیَّ الْمَصِیْرُ۠۝۴۸

ترجمه: اؤ څومره کلی دی چې ما مهلت ورکړے هغوی ته اؤ وو هغوی ګناهګار ، بیا مې راګېر کړل اؤ هم زما طرف ته واپس راتلل دی ، ف۸۳

ف۸۳: یعنی چې مهلت مې ورکړے وهٔ نو چرته رانه وتښتېدل؟ آخر مې راګېر کړل اؤ تباه و برباد مې کړل ۔ بل خوا ته نهٔ شی تلې، هم زما قبضې ته به بیا راځی ۔

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّمَاۤ اَنَا لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌۚ۝۴۹

ترجمه: تهٔ ووایه ورته ، اے خلقو زهٔ خو تاسو ته دَ الله دَ ویرې خبرې اورؤم صفا صفا ۔ ف۸۴

ف۸۴: یعنی زما کار خو ستاسو خبرؤل دی چې کهٔ دَ الله حکم ته غاړه نهٔ کېږدیٔ نو عذاب به درباندې راشی ۔

عذاب راوستل زما کار نهٔ دے هغه دَ الله اختیار دے اؤ پهٔ خپل وخت به ېٔ راولی ۔

فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ رِزْقٌ كَرِیْمٌ۝۵۰

ترجمه: نو چا چې پرې یقین وکړو اؤ نیک کارونه ېٔ وکړل دَ هغو دپاره بخشش دے اؤ رزق دَ عزت ۔ ف۸۵

ف۸۵: یعنی پهٔ جنت کښې به قسم قسم نعمتونه اؤ بهترینې مېوې ، بهترین خوراکونه اؤ دَ الله دیدار به دَ جنتیانو نصیب کیږی ۔

وَ الَّذِیْنَ سَعَوْا فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ۝۵۱

ترجمه: اؤ چا چې کوشش وکړو زمونږ دَ آیتونو کمزوری کؤلو ، هم دغه دی وسیدونکی دَ دوزخ ۔

وَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ وَّ لَا نَبِیٍّ اِلَّاۤ اِذَا تَمَنّٰۤی اَلْقَی الشَّیْطٰنُ فِیْۤ اُمْنِیَّتِهٖ١ۚ فَیَنْسَخُ اللّٰهُ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ ثُمَّ یُحْكِمُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ١ؕ وَ اللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌۙ۝۵۲

ترجمه: اؤ کوم یو رسول چې مونږ راستؤلے دے ستا نه مخکښې یا یو نبی ، نو کله چې هغهٔ څهٔ خیال کړے ، ګډون کړے شیطان دَ هغهٔ پهٔ خیال کښې ، بیا ورک کړی الله دَ شیطان ګډون بیا مضبوطې کړی الله خپلې خبرې ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ خبر دے دَ حکمتونو خاوند ، ف۸۶

ف۸۶: دَ دې آیات پهٔ تفسیر کښې اختلاف دے ۔ مترجم رحمة الله علیه دَ شاه عبد القادر صاحبؒ تفسیر خوښ کړے دے اؤ شاه ولی الله صاحبؒ هم پهٔ حجة الله البالغه کښې دې تفسیر ته ترجیح ورکړے ده ۔ حضرت شاه صاحب موضح القرآن کښې لیکلی دی ۔ نبی ته یو حکم یا خبر خو دَ وحې پهٔ ذریعه دَ الله دَ طرف نه راځی پهٔ دې کښې ذره برابر فرق نهٔ شی راتلے اؤ یو دَ نبی خپل خیال اؤ اجتهادی رائے وی ۔ دا کله صحیح وی اؤ کله نه ۔ لکه رسول اللهﷺ چې خوب لیدلے وهٔ (اؤ دَ نبی خوب هم وحې وی) چې زهٔ دَ مدینې منورې نه مکّې معظّمې ته لاړم اؤ عمره مې وکړه نو هغهٔ دا خیال وکړو چې دا به هم پهٔ دې کال وی نو دَ عمرې پهٔ نیت مکّې معظّمې ته روان شو لېکن قریشو ورته لار بنده کړه اؤ پهٔ دغه کال عمره ونهٔ شوه ۔ دغه شان واپس شو ، بل کال ته دَ خوب تعبیر پوره شو ۔ یا لکه چې دَ حضور اکرمﷺ سره پهٔ غزا کښې دَ غلبې وعده شوے وه ۔ هغهٔ خیال وکړو چې دَ دې جنګ دپاره ده هغه دې دپاره نهٔ وه ۔ نو الله تعالیٰ دا څرګندوی چې دَ نبیﷺ سره کومه وعده شوے ده پهٔ هغې کښې هېڅ فرق نشته ۔ البته دَ نبی پهٔ خپل ذاتی خیال اؤ خپله رائے کښې فرق راتلے شی ۔ اګرچې نبی دَ اصل پیشنګویئ سره خپل خیال شریک نهٔ بیانوی ، دواړه جدا جدا بیانوی ۔ باقی پهٔ دې ځائې کښې دَ خیال پیدا کېدو نسبت شیطان ته کؤل داسې دی لکه دَ موسٰیؑ پهٔ قصه کښې ”وَمَاۤ اَنْسَانِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْکُرَهٗ“ کښې چې دَ هېرؤلو نسبت شیطان ته شوے دے۔ والله اعلم (علامه عثمانی فرمائی) زما پهٔ خیال آسان اؤ بهترین تفسیر هغه دے کوم چې دَ مشرانو مفسرانو نه منقول دے ۔ یعنی ”تَمَنّٰی“ دَ قرأت پهٔ معنٰی اؤ ”امنیه“ دَ تلاوت کړی شوی (متلو) پهٔ معنٰی واخستې شی ۔ مطلب دا چې پخوا راسې دا عادت راغلے دے چې نبی یا رسول خلقو ته یوه خبره بیانوی یا دَ الله دَ آیتونو تلاوت کوی نو شیطان پهٔ دې خبرو کښې دَ خلقو پهٔ زړونو کښې شکونه اؤ شبهې پیدا کوی ۔ مثلًا حضور اکرمﷺ دا آیت تلاوت کړو حُرِّمَ عَلَیْکُمُ الْمَیْتَةُ الخ نو شیطان خلقو ته پهٔ زړهٔ کښې دا شک واچؤلو چې ګوریٔ دَ الله وژلی ته خو مرداره وائی اؤ خپله چې ېٔ ووژنی هغې ته حلاله وائی ۔ یا لکه حضور اکرمﷺ دا آیت تلاوت کړو ۔ ”اِنَّکُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللہِ حَصَبُ جَھَنَّمَ“ نو شیطان خلقو ته زړونو کښې دا شک واچؤلو چې ”مِنْ دُوْنِ اللہِ“ کښې خو عیسٰیؑ اؤ عزیرؑ او فرښتې هم راغلې (ځکه چې ځنی خلق دَ دوی عبادت هم کوی) نو آیا دوی به هم دوزخ ته غورزیږی؟ یا لکه حضور اکرمﷺ دَ عیسٰیؑ متعلق دا آیت تلاوت کړو ”کَلِمَتُهٗ ۚ اَلْقَاھَآ اِلٰی مَرْیَمَ وَ رُوْحٌ مِّنْهُ“ نو شیطان دَ خلقو پهٔ زړونو کښې دا شک واچؤلو چې دَ دې نه خو دَ عیسٰیؑ دَ خدائې ځوئے کېدل یا خدائې کېدل معلومیږی ۔ نو بیا دَ دې شیطانی القاء اؤ شک شبهې پهٔ رد کښې پېغمبر علیه السّلام دَ الله تعالیٰ هغه آیتونه واؤروی چې کوم بالکل واضح اؤ صفا دی ۔ هغه محکمې اؤ پخې خبرې واؤروی چې شیطانی شکونه ټول ختم شی ۔ اؤ پهٔ متشابهاتو کښې چې پهٔ سرسری نظر څهٔ شک شبهه پیدا شی محکم آیتونه هغه شکونه ختم کړی اؤ خبره صفا شی ۔

دا دوه قسمه آیتونه ولې نازلیږی؟ اؤ شیطان ته دَ اغواء موقع ولې ورکؤلے شی؟ دَ وخته واضح اؤ محکم آیتونه ولې نهٔ نازلیږی؟ دا ټول دَ الله تعالیٰ دَ لامحدود حکمت اؤ مصلحت تقاضا ده ۔ الله تعالیٰ دا دنیا دَ امتحان دپاره پیدا کړے ده پهٔ داسې قسم کارونو کښې دَ بندګانو ازمېښت دے چې څوک دَ خپل زړهٔ دَ مرض یا دَ زړهٔ دَ سختوالی پهٔ وجه دَ شکونو اؤ شبهو پهٔ بوختو کښې نښلی اؤ کوم پوهه بنده دَ خپل ایمان پهٔ قوت اؤ دَ زړهٔ پهٔ صفاییٔ دَ الله پهٔ امداد بوختو نه بچ پهٔ نیغه لار روانیږی ۔ پاتی شو منکران اؤ شکیان دَ هغو خو تر قیامته تسلّی نهٔ کیږی ۔ زمونږ پهٔ دې تفسیر کښې تر لرې پورې دَ ګڼو آیتونو مطلب راغلو ۔ پوهه سړے خپلې خپلې برخې خپلو خپلو آیتونو سره پهٔ آسانه لګؤلے شی ۔ دا آیت دَ سورتِ آل عمران دَ دې آیت ”ھُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلَیْكَ الْکِتٰبَ مِنْهُ اٰیٰتٌ مُّحْکَمَاتٌ“ سره ډېر مشابهه دے ۔ لکه پهٔ ”اِلَّاۤ اِذَا تَمَنّٰٓی اَلْقَی الشَّیْطٰنُ فِیْ اُمْنِیَّتِهٖ“ کښې دَ متشابهاتو ذکر دے ۔ اؤ ورپسې ”ثُمَّ یُحْکِمُ اللہُ اٰیٰتِهٖ“ کښې دَ محکماتو بیان دے اؤ ”لِیَجْعَلَ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ فِتْنَةً“ کښې دَ ګمراهانو دَ دوؤ ډلو بیان دے ۔ نو دَ ”اَلَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِھِمْ مَرَضٌ“ کار تاویلونه لټؤل دی اؤ دَ ”اَلْقَاسِیَةِ قُلُوْبُھُمْ“ کار فتنې پورته کؤل ۔ مخکښې ”لِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ اُوْتُو الْعِلْمَ“ الخ ۔ آیت داسې دے لکه دَ ”اَلرَّاسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ یَقُوْلُوْنَ“ الخ ۔ اؤ هلته چې کومه دعا ”رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ ھَدَیْتَنَا“ سره شوے ده دلته دَ هغې قبلېدو ته ”اِنَّ اللہَ لَھَادِی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْاۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْم“ کښې اشاره شوے ده اؤ دَ بل آیت ”رَبَّنَاۤ اِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِیَوْمٍ لَّا رَیْبَ فِیْهِ“ مناسب دلته ”وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا فِیْ مِرْیَةٍ“ الخ دے ۔

تنبیه: دَ دې آیت پهٔ ضمن کښې چې ځنو مفسرانو دَ ”غرانیق“ قصه بیان کړے ده دَ هغې بحث دا موقع نهٔ ده ۔ هغه به انشاء الله پهٔ سورتِ نجم کښې راشی ۔ (علامه عثمانیؒ فرمائی) ما دَ صحیح مسلم پهٔ شرح کښې پهٔ دې قصه پوره بحث کړے دے ۔ بهرحال دَ مشرانو دَ تفسیر موافق دَ آیت مطلب بالکل صفا دے ۔ هېڅ اشکال اؤ اعتراض پکښې نشته ۔ ګویا کهٔ مخکښې آیت ”وَالَّذِیْنَ سَعَوْا فِیْٓ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ“ کښې چې پهٔ آیات الله کښې دَ ابطال دَ کوم کوشش ذکر شوے وهٔ دا ټول دَ هغې تفصیل دے۔

لِّیَجْعَلَ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّ الْقَاسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ١ؕ وَ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَفِیْ شِقَاقٍۭ بَعِیْدٍۙ۝۵۳

ترجمه: دې دپاره چې وګرځوی څهٔ چې شیطان ګډ کړی دی یو ازمېښت هغه چا دپاره چې زړونو کښې ېٔ مرض دے اؤ دَ چا زړونه چې سخت دی ۔ اؤ ظالمان خو دی پهٔ مخالفت کښې لرې پرېوتی ۔

وَّ لِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَیُؤْمِنُوْا بِهٖ فَتُخْبِتَ لَهٗ قُلُوْبُهُمْ١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَهَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۵۴

ترجمه: دې دپاره چې معلومه کړی هغه کسان چې پوهه ورکړې شوی ده چې هم دغه ده حق خبره ستا دَ رب له طرفه نو یقین پرې وکړی اؤ نرم ېٔ شی ورته زړونه ۔ اؤ بېشکه الله روانوی یقین کؤنکی پهٔ سمه لار ۔ ف۸۷

ف۸۷: یعنی پهٔ دې متشبهاتو کښې ګمراهان تېرؤځی اؤ دَ هغوی کار هم دغه دے اؤ دَ ایماندارو یقین نور هم مضبوطیږی چې دا واقعی دَ الله کلام دے دَ بنیادم نهٔ دے ۔ دَ چا چې نیت روغ وی الله تعالیٰ هغو ته پوهه ورکوی اؤ سمه لار باندې ېٔ روانوی ۔

وَ لَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْهُ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً اَوْ یَاْتِیَهُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَقِیْمٍ۝۵۵

ترجمه: اؤ کافران به همېشه پراتهٔ وی پهٔ شک کښې ، تر دې چې راشی پرې قیامت ناڅاپی ۔ یا راشی پرې عذاب دَ هغه ورځې چې خلاصې ترې نشته ۔ ف۸۸

ف۸۸: یعنی دوی دغه شان دَ شکونو پهٔ بوختو کښې نښتی دی چې ناڅاپه ورباندې قیامت راشی اؤ ممکنه ده چې دَ ”عَذَابَ یَوْمٍ عَقِیْمٍ“ نه دَ دنیا عذاب مراد وی یعنی پهٔ دنیا کښې هم دَ سزا نه بچ کېدے نهٔ شی ۔

اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ١ؕ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ١ؕ فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ۝۵۶

ترجمه: حکومت پهٔ دغه ورځ یواځې دَ الله دے ، فیصله به کوی دَ دوی ترمینځه ۔ ف۸۹ نو چا چې یقین وکړو اؤ نیک عمل ېٔ وکړو هغوی دَ نعمتونو پهٔ باغونو کښې دی ،

ف۸۹: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ یو الله حکم چلیږی ۔ دَ بل چا به ظاهری اؤ مجازی حکومت هم نهٔ وی ۔ پهٔ دغه ورځ به دَ ټول مخلوق دَ اعمالو فیصله وشی اؤ هر چا ته به دَ خپل عمل پوره بدله ورسی ۔ تفصیل ېٔ مخکښې راځی۔

وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ۠۝۵۷

ترجمه: اؤ چا چې انکار وکړو اؤ دروغ ېٔ وګڼل زمونږ آیتونه ، دوی دپاره عذاب دے دَ ذلت۔

وَ الَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ قُتِلُوْۤا اَوْ مَاتُوْا لَیَرْزُقَنَّهُمُ اللّٰهُ رِزْقًا حَسَنًا١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ۝۵۸

ترجمه: اؤ چا چې هجرت وکړو دَ الله پهٔ لار کښې ، بیا مړهٔ کړی شو یا مړهٔ شو ضرور به ورکوی الله هغوی ته ښهٔ روزی ۔ اؤ الله دے دَ ټولو نه بهتر روزی ورکؤنکے ۔

لَیُدْخِلَنَّهُمْ مُّدْخَلًا یَّرْضَوْنَهٗ١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَعَلِیْمٌ حَلِیْمٌ۝۵۹

ترجمه: ضرور به ورسوی دوی داسې ځائې ته چې دَ دوی به خوښ وی ، اؤ الله پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے دَ تحمّل خاوند ، ف۹۰

ف۹۰: دَ عامو مؤمنانو حکم خو مخکښې بیان شو چې دَ جنت پهٔ نعمتونو به ېٔ سر وی۔ اوس دَ مسلمانانو دَ یو خاصې ډلې مهاجرینو خصوصی ذکر کیږی ۔ چا چې دَ الله دَ رضا دپاره خپل کور کلے پرېښو نو هغه کهٔ پهٔ جهاد کښې دَ کفارو دلاسه شهید شی اؤ کهٔ پهٔ خپل مرګ مړ شی پهٔ دواړه حالته کښې دَ الله پاک خاص میلمه دے ۔ دَ هغهٔ دَ خوراک څښاک ، ځائې زیږے اؤ جامو جوړو اؤ نور آرام و راحت به خاص خیال ساتلے شی اؤ هر شے به داسې ورکؤلے شی چې دوی به پرې ښهٔ خوشحاله وی ۔ اؤ الله تعالیٰ ته هر څهٔ معلوم دی چې څوک به پهٔ څهٔ خوشحالیږی اؤ هغهٔ ته دا هم معلوم دی چې چا خالص دَ هغهٔ دَ رضا دپاره هجرت کړے دے ۔ دَ مهاجرینو اؤ مجاهدینو پهٔ حق کښې الله تعالیٰ دَ خاص تحمل اؤ شانِ عفو نه کار اخلی معمولی غلطیٔ به ورته معاف کوی ۔ یا دا چې ”علیم و حلیم“ صفات پهٔ دې غرض راوړې شوی دی چې الله تعالیٰ ته هر څهٔ معلوم دی ۔ مخلصانو بندګانو چې کوم تکلیفونه تېر کړی دی هغه هم ورته معلوم دی ۔ اؤ ظالمانو چې کوم ظلمونه کړی دی هغه هم ورته معلوم دی خو دَ خپل حلم پهٔ وجه ورته سمدستی سزا نهٔ ورکوی ۔ دَ اصلاح دپاره ورته وخت ورکوی ۔

ذٰلِكَ١ۚ وَ مَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوْقِبَ بِهٖ ثُمَّ بُغِیَ عَلَیْهِ لَیَنْصُرَنَّهُ اللّٰهُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ۝۶۰

ترجمه: وا دې ورېدل ، اؤ چا چې بدله واخسته څنګه چې هغهٔ ته تکلیف ورکړې شوے وهٔ ۔ بیا چا چې پهٔ هغهٔ زیاتے وکړؤ نو ضرور به دَ هغهٔ امداد وکړی الله ، ف۹۱ بېشکه الله معاف کؤنکے بخښونکے دے ، ف۹۲

ف۹۱: یعنی مظلوم کهٔ دَ ظالم نه خپل مناسب بدل راخستو اؤ دَ هغې نه پس ورباندې بیا ظالم نور ظلم وکړو نو دې بیا دوباره مظلوم شو اؤ الله تعالیٰ به ېٔ دغه شان امداد کوی لکه چې دَ هغهٔ عادت دے چې دَ مظلوم امداد کوی ۔ وَاتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُوْمِ فَاِنَّهَا لَیْسَ بَیْنَهَا وَ بَیْنَ اللہِ حِجَابٌ ۔ (دَ مظلوم دَ فریاد نه وویرېږه ځکه چې دَ مظلوم اؤ دَ الله ترمینځه څهٔ پرده نشته ، یعنی الله پاک ېٔ فریاد اوری)

ف۹۲: یعنی بندګانو ته هم پکار دی چې پهٔ خپلو ذاتی معاملو اؤ دَ معاشرې پهٔ معاملو کښې دَ یو بل معاف کؤلو عادتونه زده کړی اؤ هر وخت دَ بدل اخستو پهٔ فکر کښې نهٔ وی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی یعنی مناسب بدله اخستونکی ته الله پاک سزا نهٔ ورکوی۔ اګرچې بدله نهٔ اخستل اؤ معاف کؤل بهتر کار دے ۔ دَ بدر پهٔ غزا کښې مسلمانانو دَ قریشو نه دَ خپل ظلم بدل واخستو ۔ بیا کافر دَ احد اؤ احزاب پهٔ جنګ کښې زیاتی کؤلو پسې راغلل نو الله تعالیٰ بیا دَ مسلمانانو امداد وکړو اؤ کافر ناکامیاب شول ۔

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَ یُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَ اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌۢ بَصِیْرٌ۝۶۱

ترجمه: دا ځکه چې الله ننه باسی شپهٔ پهٔ ورځ کښې اؤ ننه باسی ورځ پهٔ شپه کښې ۔ ف۹۳ اؤ الله هر څهٔ اوری وینی ۔ ف۹۴

ف۹۳: یعنی الله تعالیٰ دَ دومره لوئی قدرت مالک دے چې شپې ورځې بدلوی را بدلوی ۔ کله شپهٔ لویه کړی ورځ وړه کړی اؤ کله بیا ورځ لویه کړی شپهٔ وړه کړی نو څوک چې دومره غټ کار کؤلے شی آیا هغه مسلمانانو ته برې نهٔ شی ورکؤلے؟ پهٔ دې آیت کښې اشاره چې ډېر ژر به الله تعالیٰ حالات بدل کړی ۔ دَ کفر تیارهٔ به ورکه کړی اؤ دَ اسلام رڼا به خوره کړی ۔ لکه شپه چې ورځ کښې ننه باسی دغه شان به دَ کافرو زمکه دَ مسلمانانو پهٔ قبضه کښې ورکړی ۔

ف۹۴: یعنی هغه دَ مظلوم فریاد اوری اؤ دَ ظالم کارونه وینی ۔

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَ اَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ هُوَ الْبَاطِلُ وَ اَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ۝۶۲

ترجمه: دا ځکه چې الله هم دغه دے حق ، اؤ څهٔ چې خلق بلی غیر دَ هغهٔ نه هغه باطل دی اؤ بېشکه هم الله دَ ټولو نه وچت دے لوئے ۔ ف۹۵

ف۹۵: یعنی دومره غټ کار دَ الله نه غیر بل څوک کؤلے شی؟ نو پهٔ حقیقت کښې صحیح اؤ رښتیا خدائې خو دغه یو الله دے اؤ نور چې څوک دَ خداییٔ دعوې کوی ټولې غلطې دی ۔ هغه ذات دَ خداییٔ قابل دے کوم چې دَ ټولو نه وچت اؤ لوئے دے اؤ هغه یو الله دے ۔

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً١٘ فَتُصْبِحُ الْاَرْضُ مُخْضَرَّةً١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌۚ۝۶۳

ترجمه: آیا تهٔ نهٔ وینې چې الله راکوزې کړی دَ آسمان نه اوبهٔ ، بیا زمکه پهٔ دې سرسبزه شی ، ف۹۶ بېشکه الله پهٔ پټو تدبیرونو پوهیږی ښهٔ خبر دے، ف۹۷

ف۹۶: دغه شان به دَ کفر اؤ باطل ورانه بنجر زمکه دَ اسلام دَ صحیح تعلیم پهٔ باران سر سبزه اؤ آباده کړی ۔

ف۹۷: هم هغه خبر دے چې څنګه پهٔ باران زمکه شنه کیږی اؤ قسما قسم فصلونه اؤ مېوې راټوکوی ۔ قدرت پټ پټ داسې تدبیر کوی چې زمکه دَ باران اوبهٔ جذب کړی اؤ پهٔ برکت آباده شی ۔ دغه شان الله تعالیٰ په خپل پټ تدبیر دَ بنیادمو پهٔ زړونو کښې دَ اسلام دَ فیض اوبهٔ ووروی ۔ اؤ زړونه ېٔ دَ اسلام پهٔ تعلیماتو باندې ترو تازه شی ۔

لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ۠۝۶۴

ترجمه: هم دَ هغهٔ دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ، اؤ بېشکه هم الله دے بې پروا دَ ټولو خوبیو مالک ، ف۹۸

ف۹۸: یعنی هر کله چې دَ آسمان اؤ زمکې ټول څیزونه دَ هغهٔ ملکیت اؤ هغهٔ ته حاجتمند دی اؤ دَ هغهٔ هېچا ته څهٔ حاجت نشته نو دَ هغهٔ چې څنګه خوښه وی پهٔ دنیا کښې خپل تصرف کؤلے شی اؤ څنګه ردو بدل چې کومو څیزونو کښې غواړی کؤلے شی څوک ېٔ منع کؤلے نهٔ شی خو سره دَ دومره کامل طاقت اؤ قدرت الله تعالیٰ هغه کار کوی چې دَ حکمت اؤ مصلحت سره موافق وی ۔ دَ هغهٔ ټول کارونه بهتر اؤ دَ هغهٔ ذات دَ ټولو خوبیو اؤ ټولو تعریفونو جامع دے ۔

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ وَ الْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ١ؕ وَ یُمْسِكُ السَّمَآءَ اَنْ تَقَعَ عَلَی الْاَرْضِ اِلَّا بِاِذْنِهٖ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ۝۶۵

ترجمه: تهٔ نه وینې چې الله ستاسو پهٔ وس کښې کړهٔ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی اؤ کشتۍ چې چلیږی پهٔ دریاب کښې دَ هغهٔ پهٔ حکم اؤ هغهٔ ټینګ کړے دے آسمان چې راپرې نهٔ وځی پهٔ زمکه بې دَ هغهٔ دَ حکم نه ۔ بېشکه الله دَ خلقو سره ډېر نرمی کؤنکے ډېر مهربانه دے ۔ ف۹۹

ف۹۹: یعنی الله تعالیٰ دَ ستاسو څهٔ پرواه نهٔ لری خو خالص دَ خپل رحم اؤ مهربانیٔ پهٔ وجه ېٔ دَ خشکې اؤ ترې ټول څیزونه دَ ستاسو تابع کړل ۔ بیا وګوریٔ چې هغهٔ پهٔ خپل قدرت باندې آسمان ، نمر ، سپوږمۍ اؤ ستوری څنګه پهٔ هوا کښې بې دَ څهٔ ظاهری ستنو اؤ اړمونو پهٔ خپل ځائې داسې ټینګ شوی دی چې یو پوټے نهٔ شی خوزېدې کهٔ دَ زمکې سره وجنګېدو نو هر څهٔ به ذرې ذرې شی تر څو چې دَ الله حکم نهٔ وی شوے دا ټول څیزونه به دغه شان پهٔ خپل خپل ځائې مضبوط وی ۔ پهٔ ”اِلَّا بِاِذْنِهٖ“ کښې دَ قیامت واقعې ته اشاره ده چې پهٔ دغه ورځ به دَ الله پهٔ حکم دا ټول نظام ګډ وډ شی ۔

وَ هُوَ الَّذِیْۤ اَحْیَاكُمْ١٘ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ١ؕ اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ۝۶۶

ترجمه: اؤ هم هغه دے چې تاسو ېٔ ژوندی کړیٔ بیا مو مړهٔ کوی بیا به مو دوباره ژوندی کړی ، ف۱۰۰ بېشکه انسان ډېر ناشکره دے ۔ ف۱۰۱

ف۱۰۰: دغه شان دَ کفر اؤ جهالت پهٔ وجه چې کوم قوم مړ شوے دے دَ ایمان اؤ معرفت پهٔ روح به ېٔ بیا ژوندی کړی ۔

ف۱۰۱: یعنی دومره مهربانیو اؤ احسانونو نه پس هم بنیادم دَ خپل محسن حق نهٔ ادا کوی ۔ خپل محسن پرېږدی اؤ نور مخلوق ته سجدې کوی ۔

لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوْهُ فَلَا یُنَازِعُنَّكَ فِی الْاَمْرِ وَ ادْعُ اِلٰی رَبِّكَ١ؕ اِنَّكَ لَعَلٰی هُدًی مُّسْتَقِیْمٍ۝۶۷

ترجمه: دَ هر امت دپاره مقرر کړے ده دَ عبادت یوه طریقه چې هغوی پرې روان دی نو پکار دی چې جګړه نهٔ کوی دوی تا سره پهٔ دې کار کښې ، اؤ تهٔ ېٔ راغواړه خپل طرف ته بېشکه تهٔ ئ پهٔ نېغه لار دَ پوهې خاوند ،

وَ اِنْ جٰدَلُوْكَ فَقُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۝۶۸

ترجمه: اؤ کهٔ تا سره جګړه کوی نو ورته ووایه ، الله ښهٔ خبر دے څهٔ چې تاسو کویٔ ۔

اَللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ۝۶۹

ترجمه: الله به فیصله کوی ستاسو ترمینځه دَ قیامت پهٔ ورځ پهٔ کومو خبرو چې تاسو اختلاف کؤلو ۔ ف۱۰۲

ف۱۰۲: بنیادی خبرې پهٔ ټولو دینونو کښې یو دی ۔ هر نبی دَ توحید اؤ دوباره ژوند تبلیغ کړے دے ۔ البته دَ هر اُمت دپاره دَ عبادت طریقې الله تعالیٰ دَ زمانې اؤ قومونو دَ اختلاف پهٔ لحاظ مختلفې مقرر کړی دی ۔ دَ اُمتِ محمدیﷺ دپاره هم الله تعالیٰ یو خاص شریعت راستؤلے دے لېکن بنیادی خبرې همېشه هم هغه یو دی ۔ صرف پهٔ جزئیاتو کښې معمولی فرق دے ۔ پهٔ هېڅ یو آسمانی مذهب کښې دَ یو الله نه علاوه دَ بل چا عبادت نشته ۔ ځکه دَ توحید پهٔ عقیده کښې قومونو ته پهٔ خپلو کښې جګړه نهٔ ده پکار ۔ دا خو دَ ټولو پېغمبرانو متفقه خبره ده ۔ اؤ کهٔ پهٔ داسې واضحه اؤ څرګنده خبره کښې هم دَ تا سره بحثونه کوی نو تهٔ ېٔ څهٔ پرواه مهٔ کوه ۔ تهٔ خلق دغه سمې لارې ته رابله ۔ تهٔ خپل تبلیغ کوه اؤ دَ دوی معامله الله ته وسپاره هغه دَ دوی پهٔ هر څهٔ پوره پوره خبر دے ۔ دَ قیامت پهٔ ورځ به دَ دې ټولو جګړو عملی فیصله وکړی ۔ تهٔ خپل دَ تبلیغ کار جاری ساته اؤ دَ دوی دَ خبرو پرواه مهٔ کوه ۔ دَ دوی علاج دَ الله سره دے ۔ هم به سزا ورکړی ”فَلَا یُنَازِ عُنَّكَ فِی الْاَمْرِ“ مطلب دا هم کېدے شی چې هر کله هر اُمت دپاره خپل خپل قانون دے ۔ نو دَ دې اُمت دپاره کهٔ نوے شریعت راغلو نو دوی ته ورکښې دَ جګړې کؤلو څهٔ حق دے؟ ځنو مفسرانو دَ ”منسک“ معنٰی ذبح (قربانی) کړے ده لېکن مناسب معنٰی دغه ده کومه چې مترجمؒ اخستې ده ۔ یعنی دَ عبادت طریقه ۔ والله اعلم ۔

اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ فِیْ كِتٰبٍ١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ۝۷۰

ترجمه: آیا تهٔ خبر نهٔ ئ چې الله ته معلوم دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی ، دا هر څهٔ لیکلی دی پهٔ کتاب کښې ، بېشکه دا کار الله ته ډېر آسان دے ۔ ف۱۰۳

ف۱۰۳: یعنی دَ الله تعالیٰ علم خو دَ زمکې اؤ آسمان پهٔ ټولو څیزونو احاطه کړے ده اؤ دَ ځنو مصلحتونو پهٔ وجه اؤ دَ حکمت پهٔ بنا ېٔ دَ الله تعالیٰ دَ دغې کامل علم موافق ټول واقعات پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلی یٔښی اؤ دَ بنیادم ټول اعمال ېٔ دَ هغو پهٔ عمل نامو کښې لیکلی دی ۔ اؤ هم دَ دې موافق به دَ قیامت پهٔ ورځ دَ هر چا سره حساب کیږی ۔ دَ دې دومره بې شماره څیزونو صحیح علم اؤ دا هر څهٔ پوره پوره لیکل اؤ دَ هغې موافق فیصله کؤل (کهٔ تاسو ته ګران ښکاری) خو الله ته دا هېڅ ګران نهٔ دی ، یو بالکل آسان کار دے ۔

وَ یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّ مَا لَیْسَ لَهُمْ بِهٖ عِلْمٌ١ؕ وَ مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ۝۷۱

ترجمه: اؤ (مشرکان) عبادت کوی دَ الله نه غیر دَ داسې څیزونو چې نهٔ دے راستؤلے الله پهٔ دې څهٔ سند اؤ دَ کوم چې نشته دوی ته څهٔ علم ۔ ف۱۰۴ اؤ نشته دَ بې انصافو هېڅوک مددګار ، ف۱۰۵

ف۱۰۴: یعنی خالص دَ پلار نیکهٔ پهٔ عقیدو پسې پهٔ پټو سترګو روان دی هېڅ دلیل ورسره نشته ۔

ف۱۰۵: دَ ټولو نه غټ ظلم اؤ غټه بې انصافی دا ده چې دَ الله سره څوک شریک جوړ کړی ۔ نو دې بې انصافو ته ښهٔ یاد ساتل پکار دی چې دا شریکان ېٔ پهٔ سخته کښې هېڅ پکار نهٔ شی راتلې ۔

وَ اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ١ؕ یَكَادُوْنَ یَسْطُوْنَ بِالَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا١ؕ قُلْ اَفَاُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكُمْ١ؕ اَلنَّارُ١ؕ وَعَدَهَا اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۠۝۷۲

ترجمه: اؤ کله چې واؤرؤلے شی دوی ته زمونږ صفا صفا خبرې ، نو وبه پېژنې تهٔ دَ کافرانو دَ مخونو خرابې نښې ۔ نژدے دی چې حمله وکړی پهٔ هغه چا چې اوروی دوی ته زمونږ آیتونه ۔ ف۱۰۶ ورته ووایه آیا زهٔ وښیٔم تاسو ته یو څیز دَ دې نه هم خراب ، هغه اور دے ۔ چې وعده کړی الله دَ هغې دَ منکرانو سره اؤ ډېر خراب دے دَ واپس کېدو دغه ځائې ۔ ف۱۰۷

ف۱۰۶: : یعنی دَ قرآن دَ آیتونو پهٔ اورېدو دَ کافرانو دَ مخ رنګ بدل شی اؤ دَ خفګان اؤ غصې نخښې ېٔ پهٔ مخونو څرګندې شی ۔ اؤ دَ غصې نه داسې لیونی شی چې پهٔ قرآن اورؤنکی حملې کؤلو ته جوړ شی ۔ اؤ ډېر ځله به ېٔ پرې حمله هم وکړه ۔

ف۱۰۷: یعنی دَ الله دَ آیتونو پهٔ اورېدو چې دَ ستاسو اکر داسې بدلیږی نو دَ دې نه زیات یو بل شے دے چې دَ هغې خو به هډو برداشت ونهٔ کړی شی ۔ هغه دَ دوزخ اور دے چې دَ کافرانو سره ېٔ وعده شوے ده ۔ اوس دَ دواړو اندازه ولګویٔ اؤ فیصله وکړیٔ چې دَ دوزخ اور مو قبول دے کهٔ دَ قرآن آیتونو ته غوږ کېږدیٔ ۔ کوم کار چې درته آسان ښکاری هغه وکړیٔ ۔

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ١ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَنْ یَّخْلُقُوْا ذُبَابًا وَّ لَوِ اجْتَمَعُوْا لَهٗ١ؕ وَ اِنْ یَّسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْـًٔا لَّا یَسْتَنْقِذُوْهُ مِنْهُ١ؕ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَ الْمَطْلُوْبُ۝۷۳

ترجمه: اے خلقو یو مثال وئیلې شوے دے نو غوږ ورته کېږدیٔ ۔ ف۱۰۸ بېشکه دَ چا چې تاسو عبادت کویٔ دَ الله نه غیر ۔ هرګز نشی پیدا کؤلے یو مچ هم کهٔ ټول ورته راجمع شی ، اؤ کهٔ دَ دوی نه وتښتوی یو مچ څهٔ شے نهٔ ېٔ شی ترېنه خلاصؤلے ، کمزورے دے طالب (هم) اؤ مطلوب هم ف۱۰۹

ف۱۰۸: دا دَ توحید پهٔ مقابله کښې دَ کفر دَ بدیٔ څرګندؤلو دپاره یو مثال دے ۔ څوک چې پهٔ دې غور وکړی نو هېچرې به بت پرستی خوښه نهٔ کړی ۔

ف۱۰۹: یعنی مچ یو ډېر سپک اؤ کمزورے شے دے نو دَ کوم څیز چې دومره قدرت هم نشته چې یو مچ پیدا کړی یا کهٔ مچ دَ هغهٔ دَ مخې نه دَ نذر څهٔ شے یوسی چې هغه خپل شے ترېنه خلاص کړی ۔ نو داسې یو بې کاره څیز دَ هغه الله سره چې زمکه آسمانونه اؤ ټول مخلوق ېٔ پیدا کړے دے پهٔ خداییٔ کښې شریکؤل څومره کم عقلی اؤ څومره غټه بې ادبی ده؟ رښتیا خو دا ده چې مچ هم کمزورے دے ، دَ هغو بتان هم کمزوری دی اؤ دَ ټولو نه زیات کمزوری هغه دی چې داسې کمزوری څیز ته سجدې کوی ۔

مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ۝۷۴

ترجمه: وېٔ نهٔ پېژندو دَ الله قدر څنګه چې دَ هغهٔ قدر دے ۔ بېشکه الله قوی دے غالب ۔ ف۱۱۰

ف۱۱۰: کهٔ پوهېدې نو داسې ګستاخی به ېٔ ولې کؤله؟ آیا دَ الله تعالیٰ وچت شان اؤ عظیم طاقت اؤ قدرت دَ دې قابل دے چې داسې کمزورے شے ورسره شریک کړې شی؟(نعوذ بالله) دَ الله تعالیٰ دَ بې شانه طاقت اؤ قدرت مخکښې خو پېغمبران ، رسولان اؤ فرښتې هم مجبورې اؤ بې وسه دی ۔ مخکښې دغه بیان راځی ۔

اَللّٰهُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا وَّ مِنَ النَّاسِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌۢ بَصِیْرٌۚ ۝۷

ترجمه: الله غوره کړی دی پهٔ فرښتو کښې استازی اؤ دَ بنیادمو نه ۔ ف۱۱۱ بېشکه الله هر څهٔ اوری وینی، ف۱۱۲

ف۱۱۱: یعنی دَ ځنو فرښتو نه دَ استازی کار اخلی لکه جبرئیل علیه السّلام اؤ ځنی بنیادم الله تعالیٰ مخلوق ته دَ خپل پیغام رسؤلو دپاره غوره کوی ۔ ظاهره ده چې دَ دغه بندګانو درجه به دَ ټول مخلوق نه وچته وی اؤ الله تعالیٰ ته به ډېر نژدے وی ۔

ف۱۱۲: یعنی الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ ټولو خبرو اؤ دَ دوی پهٔ تېرو اؤ راتلونکیو ټولو حالاتو ښهٔ خبر دے نو هغه ښهٔ پوهیږی چې څوک دَ رسالت دَ وچتې مرتبې زیات قابل دے ۔ ”اَللہُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗ“ (سورتِ انعام ، رکوع ۱۵) حضرت شاه صاحب لیکی ۔ پهٔ ټول مخلوق کښې دغه خلق بهتر دے چا ته چې دَ رسالت منصب ورکړې شی پهٔ فرښتو کښې هم دَ پیغام رسؤنکی فرښتې درجه دَ نورو نه زیاته ده اؤ پهٔ بنیادمو کښې هم رسولان دَ نورو نه افضل دی ۔ نو بیا دومره بې تکه کار دے چې تاسو دَ داسې بهترین مخلوق هدایت نهٔ اوریٔ اؤ دَ بې کاره بتانو عبادت کویٔ؟

یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ۝۷۶

ترجمه: هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې دَ دوی نه مخکښې دی اؤ څهٔ چې وروستو دی ترې ، اؤ الله ته واپس کیږی ټول کارونه ۔ ف۱۱۳

ف۱۱۳: یعنی دغه فرښتې اؤ رسولان هم څهٔ اختیار نهٔ لری، دَ هر څیز اختیار دَ الله پهٔ لاس کښې دے ۔

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ارْكَعُوْا وَ اسْجُدُوْا وَ اعْبُدُوْا رَبَّكُمْ وَ افْعَلُوا الْخَیْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَۚ۩۝۷۷

ترجمه: اے ایماندارو! رکوع کویٔ اؤ سجده کویٔ اؤ عبادت دَ خپل رب اؤ ښهٔ کارونه کویٔ دې دپاره چې کامیاب شیٔ ف۱۱۴

ف۱۱۴: دَ شرک دَ بدیو بیانؤلو اؤ دَ مشرکانو دَ رسوا کؤلو نه پس اوس مؤمنانو ته خطاب دے چې تاسو یواځې دَ خپل رب بندګی کویٔ ، هم هغهٔ ته پهٔ زاریٔ ودرېږیٔ ، پهٔ عاجزیٔ سر ټیټویٔ اؤ هم خالص دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې سر پهٔ زمکه لګویٔ (سجده کویٔ) اؤ هم خالص دَ هغهٔ دَ رضا دپاره نور نیک کارونه کویٔ چې دنیا اؤ آخرت دواړه مو ښهٔ شی ۔

وَ جَاهِدُوْا فِی اللّٰهِ حَقَّ جِهَادِهٖ١ؕ هُوَ اجْتَبٰىكُمْ وَ مَا جَعَلَ عَلَیْكُمْ فِی الدِّیْنِ مِنْ حَرَجٍ١ؕ مِلَّةَ اَبِیْكُمْ اِبْرٰهِیْمَ١ؕ هُوَ سَمّٰىكُمُ الْمُسْلِمِیْنَ١ۙ۬ مِنْ قَبْلُ وَ فِیْ هٰذَا لِیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ شَهِیْدًا عَلَیْكُمْ وَ تَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ١ۖۚ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ وَ اعْتَصِمُوْا بِاللّٰهِ١ؕ هُوَ مَوْلٰىكُمْ١ۚ فَنِعْمَ الْمَوْلٰی وَ نِعْمَ النَّصِیْرُ۠۝۷۸

ترجمه: اؤ جهاد کویٔ دَ الله پهٔ لار کښې څنګه چې جهاد پکار دے ۔ ف۱۱۵ هغهٔ تاسو غوره کړیٔ ۔ ف۱۱۶ اؤ نهٔ دے کېښودې پهٔ تاسو دَ دین کار کښې څهٔ مشکل ، دین ستاسو دَ پلار ابراهیم ، ف۱۱۷ هم هغهٔ نوم پهٔ تاسو یٔښې مسلمان ۔ ف۱۱۸ دَ مخکښې نه اؤ پهٔ دې قرآن کښې ۔ ف۱۱۹ چې شی رسول ښیونکے تاسو ته ، اؤ تاسو شیٔ ښودونکی خلقو ته ف۱۲۰ نو قائم ساتیٔ نمونځ اؤ ورکویٔ زکوٰة اؤ مضبوط ونیسیٔ الله هم هغه ستاسو مالک دے ، نو ښهٔ مالک دے اؤ ښهٔ مددګار دے ۔ ف۱۲۱

ف۱۱۵: دَ خپل ځان اصلاح کؤلو اؤ دَ نور مخلوق اصلاح کؤلو کښې ډېر کوشش کویٔ ۔ داسې کوشش چې دَ دومره غټ مقصد سره مناسب وی ۔ آخر دَ دنیا دَ کارونو دپاره خلق څومره کوششونه کوی؟ اؤ څومره تکلیفونه پهٔ ځان تېروی؟ دَ دنیا فائدې خو دَ څو ورځو اؤ فانی دی ۔ دا خو دَ دین کار دے اؤ دَ همېشه ژوند دَ ښهٔ کؤلو لار ده ۔ نو پهٔ دې کښې خو دَ دنیا دَ کار نه ډېر کوشش پکار دے ۔ بلکې دې دپاره چې هر څومره کوشش وشی کم دے ۔

تنبیه: دَ مجاهدې پهٔ لفظ کښې هر قسم زبانی ، قلمی ، مالی ، بدنی ټولې قربانیٔ اؤ ټول کوششونه شامل دی اؤ دَ جهاد پهٔ ټولو قسمونو (جهاد بالنفس ، جهاد مع الشیطان ، جهاد مع الکفار ، جهاد مع البغاة ، جهاد مع المبطلین) حاوی دے ۔

ف۱۱۶: الله تعالیٰ تاسو ټولې دنیا ته دَ الله پیغام رسؤلو دپاره خوښ کړیٔ ۔ تاسو ته ېٔ دَ ټولو نه اعلیٰ اؤ افضل پېغمبر درکړو ۔ اؤ پهٔ ټولو دینونو کښې ېٔ کامل دین درکړو اؤ پهٔ ټولو امتونو ېٔ فضیلت اؤ برتری درکړه ۔

ف۱۱۷: دَ دین پهٔ احکامو کښې څهٔ داسې ګران حکم نشته چې بنده ېٔ کؤلے نهٔ شی ۔ پهٔ دین کښې هر قسم سهولت اؤ آسانے شته ۔ دا بیله خبره ده چې څوک پهٔ خپله پهٔ ځان یو آسان کار ګران کړی ۔

ف۱۱۸: ابراهیمؑ زمونږ دَ رسول اکرمﷺ نیکهٔ دے نو دَ ټول امت نیکهٔ شو ۔ یا دا چې دَ عربو نیکهٔ وهٔ اؤ وړومبنی مخاطب دَ قرآن دَ مکّې معظّمې خلق وو ۔ کوم چې دَ اسماعیلؑ اولاد وهٔ ۔

ف۱۱۹: یعنی الله تعالیٰ پهٔ زړو کتابونو کښې اؤ پهٔ دې قرآن کریم کښې دَ اُمتِ محمّدیﷺ نوم مسلم یٔښې دے چې معنٰی ېٔ ده فرمانبردار اؤ تابعدار وفادار ۔ یا دا چې ابراهیمؑ دَ ستاسو دپاره دا نوم خوښ کړے دے ۔ کله چې ېٔ دعا غوښتې وه ۔ ”وَ مِنْ ذُرِّیَّتِنَآ اُمَّةً مُّسْلِمَۃً لَّكَ“ (سورتِ بقره ، رکوع ۱۵)

(اؤ زمونږ پهٔ اولاد کښې داسې کسان پیدا کړې چې ستا تابعدار وی)

اؤ پهٔ دې قرآن کښې هم دَ ابراهیمؑ دَ دغې دعا پهٔ وجه دې اُمت ته دا نوم یٔښې شوے دے ۔ بهرحال دَ اُمتِ محمّدیﷺ نوم مسلم دے ۔ اګرچې دَ نورو پېغمبرانو امتونه هم دَ الله تابعدار وو ۔ خو دا لقب دَ دې اُمت شو ۔ نو مونږ ته دَ دې خپل نوم عزت ساتل پکار دی ۔ یعنی چې هر وخت دَ الله حکم منلو ته تیار یو ۔

ف۱۲۰: یعنی تاسو يیٔ دَ دې دپاره خوښ کړیٔ چې رسول تاسو ته دَ الله احکام وښئی اؤ تاسو بیا دغه احکام نورو قومونو ته وښییٔ اؤ پهٔ دنیا کښې دَ الله دین اؤ دَ الله قانون جاری کړیٔ ۔ دا اُمت دَ ټولو نه وروستو دې دپاره راغلے دے چې دَ نورو امتونو نه چې څهٔ غلطیٔ شوے دی هغه سمې کړی اؤ ټول قومونه دَ اسلام پهٔ نېغه لاره روان کړی نو مسلمانانو ته عزت اؤ فضیلت پهٔ دې غرض ورکړې شوے دے چې دوی دَ دنیا ټولو قومونو ته دَ الله دَ دین تعلیم ورکړی اؤ تبلیغی جهاد وکړی ، دَ الله دین پهٔ دنیا کښې خور کړی ۔

تنبیه: نورو مفسرانو شهید دَ ګواه پهٔ معنٰی اخستې دے یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ چې ټول امتونه انکار وکړی چې مونږ ته پېغمبرانو ستا احکام نهٔ دی را رسؤلی ۔ پېغمبران به وائی چې مونږ درته احکام در رسؤلی دی ۔ نو چې پېغمبرانو نه پهٔ خپله دعویٰ ګواهان وغوښتی شی نو دَ رسول اللهﷺ اُمت به ګواهی وکړی چې پېغمبران رښتیا وائی دوی خپلو خپلو قومونو ته دَ الله احکام رسؤلی دی ۔ تپوس به ترې وشی چې تاسو ترې څهٔ خبر ییٔ ۔ تاسو خو پهٔ هغه وخت نهٔ ویٔ نو اُمتِ محمّدیﷺ به ځواب ورکړی چې مونږ ته خپل پېغمبرﷺ دا خبر راکړے دے اؤ قرآن دَ هغهٔ پهٔ صداقت ګواه دے ۔ نو مسلمانانو ته دا فضیلت اؤ شرافت پهٔ دې غرض ورکړې شوے دے چې دوی به پهٔ دغه لویه ورځ پهٔ دومره غټه مقدمه کښې ګواهان وی ۔ لېکن دَ دې ګواهیٔ قدر هم زمونږ دَ پېغمبرﷺ پهٔ برکت دے چې هغه به زمونږ تصدیق اؤ صفائی کوی ۔

ف۱۲۱: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ دې دومره لوی احسان قدر وکړیٔ دَ خپل نوم اؤ خپل عزت خیال وساتیٔ ۔ اؤ ځان پوهه کړیٔ چې تاسو دَ یو ډېر لوی کار دپاره ودرؤلی شوی ییٔ ۔ نو اول خپل عمل دَ قرآن دَ احکامو مطابق کړیٔ چې پهٔ بدنی اؤ مالی عبادت کښې درنه څهٔ نقصان رانهٔ شی ۔ پهٔ هر کار کښې دَ الله رسۍ مضبوطه ټینګه کړیٔ چې چرته دَ نیغې لارې نه یو خوا بل خوا نهٔ شیٔ ۔ دَ خپل الله پهٔ فضل و رحمت باور وکړیٔ اؤ دَ دنیا ټولې کمزورے اسرې پرېږدیٔ ۔ یو الله خپل حقیقی مالک اؤ مددګار وګڼیٔ ۔ دَ الله نه ښهٔ مالک اؤ ښهٔ مددګار به بل چرته مومیٔ؟ (یا الله تهٔ مونږ ته دَ نیک عمل توفیق راکړې او تهٔ مو مددګار شې ۔ تهٔ زمونږ خالق ئ اؤ تهٔ مو مالک ئ بې له تا مو بله اسره نشته)