قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ۳۱
ترجمه: ورته ېٔ ووې نو ستاسو څهٔ غرض دے اے استازو ف۲۲
ف۲۲: یعنی آخر ترېنه ابراهیمؑ تپوس وکړو چې تاسو دَ چا میلمانهٔ ییٔ اؤ پهٔ څهٔ غرض راغلی ییٔ ۔ دَ اندازې نه به ېٔ دا معلومه کړے وی چې ضرور به څهٔ خاص کار پسې راغلی وی ۔
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَۙ۳۲
ترجمه: هغوی ووې مونږ راستؤلی شوی یُو یو ګناهګار قوم پسې ۔
لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍۙ۳۳
ترجمه: چې مونږ ورباندې ووروؤ کُت کاڼی پهٔ نښه شوی ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی دَ لوطؑ قوم ته سزا ورکؤلو دپاره راغلی یو چې دَ کاڼیو پهٔ باران ېٔ تباه کړو ۔ دَ ” مِّنْ طِیْنٍۙ “ دَ قید نه دا معلومه شوه چې هغه ږلۍ نهٔ وې چې دَ کاڼیو پهٔ شان کلکې وې اؤ مجازًا ورته کاڼی وئیلی شی بلکې دَ خاورې دَ قسم نه کاڼی وو ۔ (ږلۍ خو دَ اوبو نه جوړه وی)
مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ۳۴
ترجمه: ستا دَ رب دَ طرف نه دَ حد نه وتونکیو دپاره ۔ ف۲۴
ف۲۴: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه پهٔ دې کاڼیو خاصې نښانې لګېدلې دی ، دا دَ عذاب کاڼی خاص پهٔ هغه خلقو وریږی چې دَ دین ، عقل اؤ فطرت دَ حدونو نه تجاوز وکړی ۔
فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَۚ۳۵
ترجمه: بیا بچ ووېستل څوک چې وو هلته کښې ایماندار ،
فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَۚ۳۶
ترجمه: نو بیا نهٔ موندلو مونږ هلته سوا دَ یو کور دَ مسلمانانو نه ۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی پهٔ دې کلی کښې یو دَ حضرت لوطؑ کور دَ مسلمانانو وهٔ نور ټول کافر وو نو دغه یوه کورنۍ الله تعالیٰ دَ عذاب نه بچ کړه اؤ نور ټول تباه شو ۔
وَ تَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَؕ۳۷
ترجمه: اؤ باقی پرېښوه مونږ پهٔ دې کښې یوه نښه دَ هغه چا دپاره چې ویریږی دَ دردناک عذاب نه ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی اوس هم پهٔ دغه ځایونو کښې دَ هغې تباهیٔ علامې اؤ نښې شته اؤ دَ الله دَ عذاب نه ویرېدونکیو دپاره پکښې دَ عبرت اؤ سبق اخستو سامان موجود دے ۔
وَ فِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ۳۸
ترجمه: اؤ دَ موسٰی پهٔ حال کښې کوم وخت چې مو را واستؤلو فرعون ته دَ واضح دلیل سره ۔ ف۲۷
ف۲۷: یعنی معجزې اؤ واضح دلیلونه ۔
فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَ قَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ۳۹
ترجمه: نو بیا هغهٔ مخ واړؤلو پهٔ خپل طاقت اؤ وې وئیل جادوګر دے یا لېونے ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی پهٔ خپل زور طاقت غاوره شو ، دَ الله حکم نه ېٔ مخ واړؤلو اؤ دَ ځان سره ېٔ ټول قوم هم غرق کړو، وې وئیل چې موسٰیؑ یا خو لیونے دے اؤ یا غټ جادوګر دے ۔
فَاَخَذْنٰهُ وَ جُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَ هُوَ مُلِیْمٌؕ۴۰
ترجمه: بیا مونږ راګېر کړو هغه اؤ دَ هغهٔ لښکر نو ومو ویشتل پهٔ دریاب کښې اؤ هغه وهٔ ملامته ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی مونږ ورباندې زیاتے نهٔ دے کړے ، ملامته هم پهٔ هغوی ده چې دَ پېغمبر نصیحت ېٔ نهٔ اورېدو اؤ نافرمانی ېٔ کؤله ۔
وَ فِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَۚ۴۱
ترجمه: اؤ دَ قومِ عاد پهٔ حال کښې کوم وخت چې را واستؤله مونږ پهٔ هغوی بې خیره هوا ،
مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِؕ۴۲
ترجمه: چې نهٔ پرېږدی هېڅ شے چې دا پرې تېره شوه تر څو ېٔ نهٔ وی چوره چوره کړے ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی دَ عذاب سیلۍ پرې راغله چې دَ خیر و برکت نه خالی وه ، نو دَ مجرمانو ېٔ بیخ وویستو اؤ هر شے ېٔ چوره چوره کړو ۔
وَ فِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ۴۳
ترجمه: اؤ دَ قومِ ثمود پهٔ حال کښې کوم وخت چې ورته ووئیلی شو فائده واخلیٔ تر یو وخته ۔ ف۳۱
ف۳۱: یعنی حضرت صالحؑ ورته ووې چې ښهٔ ده څهٔ ورځې نورې هم مزې وکړیٔ آخر به راګېر شیٔ ۔
فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَ هُمْ یَنْظُرُوْنَ۴۴
ترجمه: بیا ېٔ سرکشی وکړه دَ خپل رب دَ حکم نه بیا راګېر کړل یو کړس اؤ دوی کتل ،
فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّ مَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَۙ۴۵
ترجمه: نو بیا ېٔ دومره طاقت نهٔ وهٔ چې ودریږی اؤ نهٔ ېٔ بدله اخستے شوه ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی دَ هغوی سرکشی ورځ پهٔ ورځ زیاتېده ۔ آخر پرې دَ الله عذاب راغلو ، یو کړس وشو اؤ ټول پهٔ خپلو ځایونو یخ پرېوتل ۔ زور ، طاقت هر څهٔ ېٔ ختم شو ۔ نو بیا ېٔ دومره طاقت هم نهٔ وهٔ چې ودرېدلے قدرې وې بدله به ېٔ څهٔ اخسته اؤ امداد به ېٔ دَ چا نه غوښتو ۔ (هلته خو ټول تباه حال پراتهٔ وو)۔
وَ قَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ۠۴۶
ترجمه: اؤ هلاک مو کړو دَ نوح قوم دَ دې نه وړاندې اؤ بېشکه وو دا خلق نافرمانه ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی دَ دې عاد و ثمود نه مخکښې دَ نوحؑ قوم هم دَ خپلې نافرمانیٔ اؤ سرکشیٔ پهٔ وجه دغه شان تباه شوے وهٔ ۔ دَ نوحؑ قوم هم پهٔ نافرمانیٔ کښې دَ حد نه وتې وهٔ ۔
وَ السَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّ اِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ۴۷
ترجمه: اؤ مونږ جوړ کړی دی آسمانونه دَ لاس پهٔ زور اؤ زمونږ ډېر طاقت دے ۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی دَ آسمانونو غوندې لوئے څیز ېٔ پهٔ خپل قدرت پیدا کړو اؤ دَ دې نه غټ شے پیدا کؤل هم ورته څهٔ ګران نهٔ دی دَ هغهٔ طاقت ډېر زیات دے ۔
وَ الْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ۴۸
ترجمه: اؤ زمکه مو وغوړؤله اؤ مونږ ښهٔ غوړؤنکی یو ۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی زمکه اؤ آسمانونه ټول الله پیدا کړی دی اؤ دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دی ۔ نو بیا دَ الله دښمن به دَ هغهٔ نه کوم ځائې کښې پټیږی ۔ اؤ څوک چې دَ الله پهٔ دې عظیم قدرت اؤ عجیبه کارونو غور وکړی نو بس هم دَ هغهٔ به شی ۔ (بیا نافرمانی نهٔ شی کؤلے)
وَ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۴۹
ترجمه: اؤ دَ هر څیز مو پیدا کړې جوړې چې تاسو فکر وکړیٔ ۔ ف۳۶
ف۳۶: جوړې یعنی نر اؤ ښځه لکه چې دَ ابنِ زیدؓ قول دے چې دَ دنیا پهٔ هر شی کښې نر اؤ ښځه شته ۔ اؤ دَ نن زمانې حکماء (سائنسدانان) هم دا وائی چې دَ حیواناتو نه علاوه پهٔ بناتاتو اؤ جماداتو کښې هم نر اؤ ښځه شته ۔ یا دَ جوړې نه مراد دوه متقابل څیزونه دی لکه تور سپین ، ورځ شپه ، تیارهٔ رڼا ، کفر ایمان وغېره ۔
فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ١ؕ اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌۚ۵۰
ترجمه: نو منډه کړیٔ دَ الله پهٔ طرف زهٔ تاسو دَ هغهٔ (دَ عذاب) نه ویرؤم صفا صفا ،
وَ لَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ١ؕ اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌۚ۵۱
ترجمه: اؤ مهٔ جوړویٔ دَ الله سره بل معبود ، زهٔ تاسو دَ هغهٔ نه ویرؤم صفا صفا ۔ ف۳۷
ف۳۷: هر کله چې زمکه آسمانونه اؤ دا ټوله دنیا الله پیدا کړے ده اؤ هم دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې ده ۔ نو بنده ته پکار دی چې دَ بل طرف نه را واؤړی اؤ یو الله ته ځان نژدے کړی ۔ اؤ کهٔ چا الله ته رجوع ونهٔ کړه یا ېٔ دَ الله نه غیر بل چا ته ځان نژدے کړو نو دَ دې انجام ډېر خراب دے اؤ زهٔ تاسو دَ دې خراب انجام نه صفا صفا ویرؤم اؤ خبردارے درکؤم چې ځان مهٔ تباه کویٔ ۔ حقیقی خالق اؤ اصلی مالک ته را واؤړیٔ ۔
كَذٰلِكَ مَاۤ اَتَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا قَالُوْا سَاحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌۚ۵۲
ترجمه: دغه شان دَ دوی نه مخکښې خلقو ته چې کوم رسول راغلو نو هغوی ورته دا ووې چې دې خو جادوګر دے یا لېونے ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی کهٔ دا خلق ستا پهٔ دې صفا صفا خبرو هم ځان نهٔ پوهه کوی اؤ ستا نصیحت نهٔ اوری نو تهٔ ېٔ غم مهٔ کوه ۔ دَ ستا نه مخکښې نورو قومونه هم دَ خپل پېغمبر نصیحت نهٔ اورېدو ، اؤ لېونے یا جادوګر به ېٔ ورته وې ۔
اَتَوَاصَوْا بِهٖ١ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَۚ۵۳
ترجمه: آیا دغه وصیت ېٔ پریٔښې دے یو بل ته دَ مرګ پهٔ وخت ، هېڅ نهٔ دی خو دا نافرمانه قوم دے ۔ ف۳۹
ف۳۹: یعنی دَ ټولو نافرمانه قومونو پهٔ دې خبره داسې اتفاق دے لکه چې یو بل ته ېٔ دا وصیت پریٔښې وی چې کله ورته پېغمبر نصیحت کوی نو لېونے یا جادوګر ورته وائی ۔ وصیت چرته دے خو اصل خبره دا ده چې دا ټول یو شان سرکش اؤ شریران دی اؤ دَ دغې خراب فطرت پهٔ وجه دوی هم هغه خبرې کوی کومې چې وړومبنیو نافرمانه قومونو کؤلے ۔
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَاۤ اَنْتَ بِمَلُوْمٍ٢ۗ٘۵۴
ترجمه: نو تهٔ مخ واړوه دَ دوی نه اوس تهٔ نهٔ ئ ملامته ۔
وَّ ذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰی تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ۵۵
ترجمه: اؤ دوی ته نصیحت کوه ځکه نصیحت فائده ورکوی ایماندارو ته ۔ ف۴۰
ف۴۰: یعنی تا خپل دَ تبلیغ اؤ نصیحت فرض پوره کړو ، خپله غاړه دې خلاصه کړه اوس ېٔ نور غم مهٔ کوه کهٔ دوی نصیحت نهٔ منی نو پهٔ تا ېٔ څهٔ الزام نشته اؤ تهٔ پرې ملامته نهٔ ئ ، البته ستا کار نصیحت کؤل دی ، نو تهٔ خپل کار جاری وساته دَ چا پهٔ قسمت کښې چې ایمان وی هغه به ایمان راؤړی اؤ چا چې ایمان راؤړے دے هغهٔ ته به ستا دَ نصیحت نه فائدہ ورسی۔ (ایمان به ېٔ نور هم مضبوط شی) اؤ پهٔ منکرانو به اتمام حجّت وشی ۔
وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ۵۶
ترجمه: اؤ ما چې پیدا کړی دی پېریان اؤ بنیادم نو خالص دَ خپل عبادت دپاره ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ بنیادمو اؤ پېریانو دَ پیداوښت اصلی غرض دَ الله عبادت دے ځکه ېٔ پکښې دا استعداد یٔښې دے چې کهٔ وغواړی نو پهٔ خپل اختیار دَ بندګیٔ پهٔ لار روانېدے شی ۔ هسې خو دَ تکوینی ارادې اؤ تقدیر پهٔ اعتبار هر شے دَ الله دَ حکم دَ وړاندې عاجز اؤ بې وسه دے ۔ لېکن یو وخت به داسې راشی چې ټول بندیان به پهٔ خپله اراده دَ دنیا دَ پیداوښت دا شرعی غرض پوره کړی اؤ ټول بندیان به دَ یو الله دَ احکامو فرمانبردار شی ۔ بهرحال ته خپل نصیحت جاری وساته پهٔ دغه طریقه به دا اصلی غرض حاصلیږی ۔
مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّ مَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنِ۵۷
ترجمه: زهٔ نهٔ غواړم دَ دوی نه رزق اؤ نهٔ ترې دا غواړم چې خوراک راکړی ،
اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ۵۸
ترجمه: بېشکه الله چې دے هم هغه روزی ورکؤنکے دے ډېر طاقتور اؤ مضبوط ۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی دَ مخلوق پهٔ عبادت کښې دَ الله خپله ذاتی څهٔ فائده نشته هم دَ دغې مخلوق فائده ده پکښې ۔ الله هغه مالک نهٔ دے چې خپلو غلامانو ته ووائی زما دپاره ګټه کویٔ اؤ پهٔ هغې راته دَ خوراک څیزونه راؤړیٔ ۔ دَ الله تعالیٰ ذات دَ داسې خبرو نه پاک دے ۔
الله تعالیٰ دَ خپلو بندیانو نه څهٔ غواړی نه بلکې دَ خپله ځانه ټولو بندیانو ته روزی ورکوی ۔ دَ هغې قادر اؤ توانا ذات دَ مخلوق خدمت یا عبادت ته هېڅ حاجت نشته هغه خو بندیانو ته دَ عبادت حکم دې دپاره ورکړے دے چې دَ هغهٔ لوئی اؤ بادشاهی ومنی اؤ پهٔ خپله تابعداریٔ اؤ فرمانبرداریٔ دَ الله رضا حاصله کړی چې هغه ورباندې نوره مهربانی وکړی اؤ ډېر ډېر نعمتونه ورکړی۔
فَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذَنُوْبًا مِّثْلَ ذَنُوْبِ اَصْحٰبِهِمْ فَلَا یَسْتَعْجِلُوْنِ۵۹
ترجمه: نو دَ دې ظالمانو هم کاسه ډکه شوے ده لکه چې ډکه شوے وه دَ دوی دَ ملګرو نو اوس دې پهٔ ما تلوار نهٔ جوړوی ۔ ف۴۳
ف۴۳: یعنی کهٔ دا کافران ستا نصیحت نهٔ منی اؤ دَ توحید اقرار نهٔ کوی نو پوهه شه چې دَ دې ظالمانو کاسه هم لکه دَ تېرو قومونو ډکه شوے ده اؤ دَ سزا وخت ېٔ نژدے شوے دے ۔ نو دوی دې خامخا پهٔ سزا تلوار نهٔ کوی ، څنګه چې نور نافرمانه قومونه تباه شوی دی دغه شان دَ دوی دَ تباهیٔ وخت هم نژدے دے اؤ خپله برخه سزا به پهٔ خپل وخت مومی ۔
فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ یَّوْمِهِمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ۠۶۰
ترجمه: نو تباهی ده دَ کافرانو دپاره دَ دوی پهٔ هغه ورځ چې وعده ېٔ ورسره شوے ده ۔ ف۴۴
ف۴۴: یعنی دَ قیامت ورځ یا دَ هغې نه مخکښې چې پهٔ دنیا کښې ورته کومه ورځ مقرر شوے ده لکه دَ مکّې معظّمې دَ مشرکانو دپاره دَ بدر ورځ چې ښهٔ سزا ېٔ پکښې وخوړه ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الطُّوْرِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ تِسْعٌ وَّ اَرْبَعُوْنَ اٰیَۃً وَّ فِیْهَا رُکُوْعَانِ ۔
ترجمه: سورتِ طور مکه کښې نازل شوے اؤ دَ دې یو کم پنځوس (۴۹) آیتونه اؤ دوه رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
وَ الطُّوْرِۙ۱
ترجمه: قسم دے دَ طور ۔ ف۱
ف۱: یعنی دَ کوهِ طور چې موسٰیؑ ورباندې دَ الله سره خبرې کړے وې ۔
وَ كِتٰبٍ مَّسْطُوْرٍۙ۲
ترجمه: اؤ دَ لیکلی شوی کتاب ،
فِیْ رَقٍّ مَّنْشُوْرٍۙ۳
ترجمه: پهٔ فراخو پاڼو کښې ۔ ف۲
ف۲: دَ دې کتاب نه شاید چې لوحِ محفوظ مراد دے یا دَ بندیانو عملنامه یا قرآن کریم یا دَ طور پهٔ مناسبت توریٰت یا بل آسمانی کتاب ۔
وَّ الْبَیْتِ الْمَعْمُوْرِۙ۴
ترجمه: اؤ (قسم دے) دَ آباد کور ۔ ف۳
ف۳: دَ دې نه بیت الله شریف مراد دے یا ټیک دَ بیت الله شریف پهٔ محاذات کښې دَ فرښتو دپاره یوه کعبه ده هغې ته بیت المعمور وئیلی شی لکه چې احادیثو کښې راځی ۔
وَ السَّقْفِ الْمَرْفُوْعِۙ۵
ترجمه: اؤ دَ وچت چت ۔ ف۴
ف۴: یعنی آسمان چې دَ زمکې دپاسه دَ چت پهٔ شان خور دے یا ترې عرشِ عظیم مراد دے چې دَ ټولو آسمانونو دپاسه دے اؤ دَ احادیثو نه معلومیږی چې هغه دَ جنّت چت دے ۔
وَ الْبَحْرِ الْمَسْجُوْرِۙ۶
ترجمه: اؤ دَ غولۍ وهونکی دریاب ۔ ف۵
ف۵: دَ دنیا لوی دریابونه ترې مراد دی ، یا هغه عظیم دریاب چې دَ آسمانونو نه پورته اؤ دَ عرشِ عظیم دَ لاندې دے ۔
اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌۙ۷
ترجمه: بېشکه ستا دَ رب عذاب به ضرور راځی ۔
مَّا لَهٗ مِنْ دَافِعٍۙ۸
ترجمه: نشته هېڅوک دَ هغې بندؤنکے ۔ ف۶
ف۶: یعنی دا ټول څیزونه دَ کومو چې قسم وخوړې شو ګواهی ورکوی چې الله دَ عظیم قدرت مالک دے ۔ بیا دَ هغهٔ پهٔ نافرمانیٔ به عذاب ولې نهٔ راځی اؤ دَ چا دا طاقت شته چې دَ الله دَ طرفه راغلے عذاب واپس کړې شی ۔
یَّوْمَ تَمُوْرُ السَّمَآءُ مَوْرًاۙ۹
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې ولړزیږی آسمان پهٔ لړزا سره ۔ ف۷
ف۷: یعنی آسمان به ورپیږی پهٔ لړزا به شی اؤ ټوټې ټوټې به شی ۔
وَّ تَسِیْرُ الْجِبَالُ سَیْرًاؕ۱۰
ترجمه: اؤ روان شی غرونه پهٔ روانېدو ۔ ف۸
ف۸: یعنی غرونه به خپل ځائې پرېږدی اؤ لکه دَ مالوچو پاغوندې به پهٔ هوا کښې روان وی ۔
فَوَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَۙ۱۱
ترجمه: نو تباهی ده پهٔ دغه ورځ دَ تکذیب کؤنکیو ۔
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ خَوْضٍ یَّلْعَبُوْنَۘ۱۲
ترجمه: چې پهٔ لوبو لوبو کښې خبرې جوړوی ۔ ف۹
ف۹: یعنی دا نن چې دَ دنیا پهٔ مزو کښې غرق دی لوبې کوی اؤ خوشو خبرو باندې مشغول دی ، دغه ورځ به پهٔ دوی ډېره سخته وی ۔
یَوْمَ یُدَعُّوْنَ اِلٰی نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّاؕ۱۳
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به دوی ټیل وهلې شی دَ دوزخ اور ته پهٔ دیکو دیکو ،
هٰذِهِ النَّارُ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ۱۴
ترجمه: دا دې هغه اور چې تاسو دورغ ګڼلو ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی فرښتې به ېٔ ډېر پهٔ سپکاوی پهٔ دیکو دیکو دَ دوزخ اور ته ور لړه کړی اؤ چې هلته ېٔ ورسوی نو ورته به ووائی دا هغه اور دے چې تاسو دروغ ګڼلو ۔
اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَۚ۱۵
ترجمه: نو آیا دا اوس جادو دے اؤ کهٔ تاسو پرې هېڅ نهٔ پوهېږیٔ ۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی تاسو خو پهٔ دنیا کښې پېغمبر ته جادوګر اؤ دَ هغهٔ وحې ته دَ جادو خبرې وې اؤ یقین مو پرې نهٔ کؤلو ۔ نو اوس وواییٔ چې دا اور جادو دے اؤ کهٔ حقیقت دے ۔ اؤ کهٔ څنګه چې پهٔ دنیا کښې دَ پېغمبرانو پهٔ خبرو نهٔ پوهېدیٔ دلته مو هم دغه حال دے ۔ (کهٔ نه اوس پوهه شویٔ)
اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا١ۚ سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ١ؕ اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۱۶
ترجمه: ورننوځیٔ دې اور ته نو برداشت کؤلے ېٔ شیٔ اؤ کهٔ نهٔ ېٔ شیٔ برداشت کؤلے دواړه درته یو شان دی هم هغه بدله به مومیٔ څنګه عمل چې مو کؤلو ۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی کهٔ دَ دوزخ عذاب برداشت کؤلے نهٔ شیٔ ۔ چغې نارې اؤ شور فریاد کویٔ اؤ کهٔ چپ چاپ ېٔ برداشت کویٔ پهٔ هېڅ حال کښې درباندې اوس رحم نهٔ شی کېدے ۔ دَ دې جیل نه مو دَ خلاصی رو نشته ۔ پهٔ دنیا کښې چې تاسو کومې نافرمانیٔ کؤلے دا دَ هغې نتیجه ده ۔ زیاتی پکښې هېڅ هم نشته ۔
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّ نَعِیْمٍۙ۱۷
ترجمه: بېشکه پرهیزګار به پهٔ باغونو اؤ نعمتونو کښې وی ،
فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ١ۚ وَ وَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ۱۸
ترجمه: مېوې خوری کومې چې ورکړی دی خپل رب اؤ بچ کړل خپل رب دَ دوزخ دَ عذاب نه ۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی څوک چې پهٔ دنیا کښې دَ الله دَ عذاب نه ویرېدو اؤ دَ ګناهونو نه ېٔ ځان ساتلو هغوی به نن دَ دوزخ دَ عذاب نه بچ وی ډېر پهٔ آرام اؤ سکون به وی اؤ هر قسم نعمتونه به ورته حاضر وی ۔ (یو دغه انعام هم کافی دے چې دَ عذاب نه بچ شو نور نعمتونه خو زیاتی احسان اؤ دَ الله فضل دے) ۔
كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔۢا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَۙ۱۹
ترجمه: خوریٔ اؤ څښیٔ پهٔ آرام سره بدله دَ هغه (نیکو) کارونو چې تاسو کؤل ،
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ١ۚ وَ زَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ۲۰
ترجمه: ډډه وهلی پهٔ داسې تختونو چې برابر برابر اچؤلی شوی دی قطار قطار ، ف۱۴ اؤ وادهٔ مو کړې ورته حورې دَ غټو غټو سترګو ،
ف۱۴: یعنی دَ جنّتیانو مجلس به داسې وی چې ټول به لکه دَ بادشاهانو پهٔ تختونو ناست وی غټو غټو بالښتونو ته به ېٔ ډډې وهلې وی اؤ تختونه به ښهٔ پهٔ ترتیب برابر ۔ (داسې پهٔ غونډه دائره کښې لګېدلی وی چې ټول به یو بل ته مخامخ وی دَ هېچا به هم بل ته شا نهٔ وی)
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ اتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَ مَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ١ؕ كُلُّ امْرِئٍۭ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ۲۱
ترجمه: اؤ چا چې ایمان راؤړو اؤ هم دَ هغوی پهٔ لار روان شو دَ هغوی اولاد دَ ایمان سره یو ځائې کړو مونږ دَ هغوی سره خپل اولاد اؤ نهٔ مو دے کم کړے دَ دوی دَ عمل نه څهٔ شے ، ف۱۵ هر سړے پهٔ خپله ګټه کښې نښتې دے ۔ ف۱۶
ف۱۵: یعنی دَ نیکو خلقو اولاد چې ایماندار وی پهٔ نیکو کارونو کښې دَ خپلو مشرانو پهٔ قدم روان وی اؤ کوم نیک کارونه چې هغوی شروع کړی وی دوی ېٔ پوره کړی نو الله تعالیٰ به پهٔ خپل فضل دوی هم پهٔ جنّت کښې دَ خپلو مشرانو سره یو ځائې کړی اؤ کهٔ دَ دې کشرانو نیکیٔ دَ هغو مشرانو دَ درجې نه کمې وی هم به الله تعالیٰ داسې کشرانو ته خپلو مشرانو سره نژدے ځائې ورکړی هم هغه درجې ته به ېٔ ورسوی لکه پهٔ احادیثو کښې چې راځی دا خیال مهٔ کویٔ چې ګنی دَ هغې بزرګانو درجه به ېٔ ورته را کمه کړی اؤ دغه شان به ېٔ دَ خپلو کشرانو سره یو ځائې کړی وی ۔ نه بلکې الله تعالیٰ به پهٔ خپل فضل و کرم دَ دغه کشرانو مرتبې وچتې کړی اؤ دَ خپلو مشرانو سره به ېٔ یو ځائې کړی دَ هغوی درجه به یوه زره هم نهٔ کمیږی ۔
تنبیه: مونږ چې دَ وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ کوم مطلب بیان کړو دغه دَ بخاری شریف دَ صحیح حدیث سره موافق دے ۔
حدیث شریف دے: قَالَتِ الْاَنْصَارُ (یَا رَسُوْلَ اللهِ) اِنَّ لِکُلِّ قَوْمٍ اَتْبَاعًا وَ اِنَّا قَدِ اتَّبَعْنَاكَ فَادْعُ اللهَ اَنْ یَّجْعَلَ اَتْبَاعَنَا مِنَّا قَالَ النَّبِیُّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ اَللّٰهُمَّ اجْعَلْ اَتْبَاعَهُمْ مِنْهُمْ ۔
(انصارو ووې یا رسول اللهﷺ دَ هر قوم دپاره تابعدار وی اؤ مونږ ستا تابعداری وکړه نو تهٔ دَ الله نه سوال وکړه چې زمونږ اولاد زمونږ تابعدار کړی حضورﷺ وفرمائیل اے الله دَ دوی اولاد دَ دوی اَتْباع کړې ۔
ف۱۶: پاس دَ فضل بیان وهٔ اوس دَ عدل بیان دے یعنی عدل اؤ انصاف دا غواړی چې کوم بنده نیک یا بد څهٔ عمل کړے وی دَ هغې مناسب بدله ورکړې شی ۔ مخکښې دَ الله فضل اؤ کرم دے چې چا ته ګناه معاف کړی یا چا ته ثواب زیات ورکړی ۔
وَ اَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّ لَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ۲۲
ترجمه: اؤ لړۍ مو ورته ولګؤله دَ مېوؤ اؤ غوښې څهٔ چې ېٔ زړهٔ غواړی ۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی چې کوم قسم غوښه ېٔ خوښه وی اؤ کوم قسم مېوې ته ېٔ زړهٔ کیږی هغه به سمدستی حاضرې وی ۔
یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَ لَا تَاْثِیْمٌ۲۳
ترجمه: دَ یو بل دَ لاسه راکاږی دَ داسې شرابو پیالې چې نهٔ پکښې ګډې وډې خبرې شته اؤ نهٔ څهٔ ګناه ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی دَ پاکو شرابو دور چې چلیږی نو جنّتیان به دَ خوش طبعیٔ دپاره دَ یو بل دَ لاس نه پیالې تښتوی ، پهٔ دې شرابو کښې به مزه اؤ خوش طبعی وی لېکن فضول خبرې ، نشه یا دَ سر دروندوالې یا زړهٔ خرابېدل به پکښې نهٔ وی اؤ نهٔ به ترې څهٔ دَ ګناه کار کیږی ۔
وَ یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ۲۴
ترجمه: اؤ ګرځی پهٔ دوی داسې ښائسته هلکان لکه پهٔ غلاف کښې پټې ملغلرې ،
وَ اَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ۲۵
ترجمه: اؤ مخ ېٔ کړو یو بل ته چې خپلو کښې تپوس کوی ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی لکه څنګه چې ملغلره پهٔ خپل غلاف کښې صفا ستره دَ ګرد و غبار نه پاکه پرته وی دغه شان به دا هلکان هم صفا ستره اؤ ښائسته وی ۔
قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ۲۶
ترجمه: وائی مونږ هم دَ دې نه مخکښې پهٔ خپلو کورونو کښې ویرېدو ،
فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَ وَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ۲۷
ترجمه: بیا احسان وکړو الله پهٔ مونږ اؤ بچ ېٔ کړو دَ تاؤ دَ عذاب نه ،
اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ۠۲۸
ترجمه: مونږ وو دَ دې نه وړومبے چې هم هغه مو بللو ، بېشکه هم هغه دے ښهٔ سلوک کؤنکے مهربانه، ف۲۰
ف۲۰: یعنی جنّتیان چې خپلو کښې ګپ لګوی نو ډېرې خوشحالیٔ نه به وائی چې مونږ سره خو پهٔ دنیا کښې ډېر غم وهٔ چې الله خبر دَ مرګ نه پس به مو څهٔ حال وی هر وخت به راسره دا فکر وهٔ ۔ ګوریٔ الله تعالیٰ راباندې څومره لوئے فضل اؤ احسان وکړو ۔ دَ دوزخ هوا هم راباندې ونهٔ لګېده ښهٔ پهٔ آرام اؤ اطمینان ېٔ دې باغونو ته را ورسؤلو ۔ مونږ دَ خپل رب دَ غضب نه ډېر ویرېدو اؤ دَ رحم ېٔ طمعدار وو ۔ نو نن مو ولیدهٔ چې زمونږ سوالونه ېٔ قبول کړل اؤ پهٔ خپل فضل و کرم ېٔ راباندې غټ احسان وکړو ۔
فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّ لَا مَجْنُوْنٍؕ۲۹
ترجمه: اوس ېٔ تهٔ پوهه کړه چې ته دَ خپل رب پهٔ فضل نهٔ کاهن ئ اؤ نهٔ لېونے ، ف۲۱
ف۲۱: کافرو به رسول اللهﷺ ته کله لېونے وې کله جادوګر اؤ کله کاهن یعنی چې دَ شیطانانو اؤ پېریانو نه دَ دروغو خبرونه اوری اؤ خلقو ته ېٔ بیانوی دومره عقل ېٔ نهٔ وهٔ چې یو کاهن هم تر نن ورځې داسې نصیحتونه اؤ دَ عقل اؤ حکمت اعلیٰ خبرې پهٔ داسې ښهٔ طریقه نهٔ دی کړی ۔ پهٔ دې آیت کښې حضورﷺ ته تسلّی ورکؤلے شی چې دَ دوی پهٔ بکواس خفه کېږه مه ۔ تهٔ نهٔ لېونے ئ اؤ نهٔ کاهن بلکې دَ الله رسول ئ نو تهٔ دوی ته نصیحت کوه اؤ خپل دَ پېغمبریٔ فرض پوره کوه ۔
اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ۳۰
ترجمه: آیا دوی وائی چې دې شاعر دے مونږ انتظار کوؤ پهٔ دهٔ دَ زمانې دَ چکر ، ف۲۲
ف۲۲: یعنی دا خلق چې ستا نصیحت ته غوږ نهٔ ږدی نو دَ دوی دا خیال دے چې تهٔ یو شاعر ئ اؤ دا انتظار کوی چې څنګه چې نور مشهور شاعران دَ زمانې ګردش ختم کړل اؤ نوم نشان ېٔ پاتې نهٔ شو دغه شان به ستا دا تحریک هم ختم شی ۔
قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَؕ۳۱
ترجمه: تهٔ ورته ووایه پهٔ انتظار کښې وسیٔ زهٔ هم دَ تاسو سره پهٔ انتظار یم ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی ښهٔ ده تاسو زما دَ انجام انتظار کویٔ ، زهٔ ستاسو دَ انجام پهٔ انتظار یم۔ ژر به معلومه شی چې څوک کامیابیږی اؤ څوک تباه کیږی ۔
اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَۚ۳۲
ترجمه: آیا دَ دوی عقل دوی ته دا خبرې ښئی اؤ کهٔ دا یو نافرمانه قوم دے ، ف۲۴
ف۲۴: پېغمبر ته لېونے وائی لکه چې دوی ډېر زیات هوښیار وی نو آیا دا دَ دوی هغه عقل دے چې یو انتهائی رښتونی ، امانت دار اؤ هوښیار پېغمبر ته کله شاعر وائی ، کله کاهن یا لېونے؟ چې دَ یو شاعر اؤ پېغمبر پهٔ کلام کښې فرق نهٔ شی کؤلے نو دا څنګه عقل دے؟ حقیقت دا دے چې پهٔ زړهٔ کښې ډېر ښهٔ پوهیږی خو دَ ضد اؤ عناد پهٔ وجه نورې خبرې جوړوی ۔
اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ١ۚ بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَۚ۳۳
آیا دوی وائی چې دا قرآن دې دَ ځانه جوړ کړے دے نور هېڅ نهٔ دی خو دوی یقین نهٔ کوی ،
فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَؕ۳۴
ترجمه: بیا پکار ده چې دوی راؤړی یوه خبره دَ دې پهٔ شان کهٔ دوی رښتونی وی ، ف۲۵
ف۲۵: یعنی آیا دَ دوی دا خیال دے چې دا قرآن دَ الله کلام نهٔ دے بلکې دې ېٔ دَ ځانه جوړوی اؤ پهٔ دروغه ېٔ الله ته نسبت کوی ۔ اصل خبره دا ده چې دا نهٔ منلو دپاره بهانې دی ۔ ګنی دَ پوهې دپاره خو دغه خبره هم کافی ده چې کهٔ دَ ټولې دنیا طاقت راغونډ شی نو دَ قرآن دَ یو آیت پشان آیت نهٔ شی جوړؤلے څنګه چې دَ الله دَ زمکې پهٔ شان بله زمکه اؤ دَ الله دَ آسمان پهٔ شان بل آسمان څوک نهٔ شی جوړؤلے دغه شان دَ الله دَ کلام پهٔ شان کلام جوړؤل هم ممکن نهٔ دی ۔
اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَؕ۳۵
ترجمه: آیا دوی پیدا شوی دی پهٔ خپله اؤ کهٔ دوی پیدا کؤنکی دی ،
اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ١ۚ بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَؕ۳۶
ترجمه: کهٔ دوی جوړ کړی دی آسمانونه اؤ زمکه ، نور هېڅ نهٔ دی خو دوی یقین نهٔ کوی ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی دوی دَ الله دَ رسول خبره ولې نهٔ منی؟ دَ دوی څهٔ خیال دے چې دوی خپله پیدا شوی دی الله نهٔ دی پیدا کړی اؤ کهٔ ځان خپله خدایان ګڼی اؤ کهٔ دا خیال ېٔ دے چې دا زمکه اؤ آسمانونه الله نهٔ دی پیدا کړی دوی پیدا کړی دی چې دَ دوی پکښې څهٔ زړهٔ غواړی هغه به کوی دَ تپوس ېٔ څوک نشته ۔ دا ټول خیالات باطل دی اؤ دوی خپله هم زړهٔ کښې پوهه دی چې الله شته ضرور اؤ دا زمکه آسمانونه دوی نهٔ دی پیدا کړی الله پیدا کړی دی خو سره دَ دې بیا هم دَ الله پهٔ وجود چې پهٔ کومه صحیح طریقه ورته یقین پکار دے دَ هغې یقین نه محروم دی ۔
اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَؕ۳۷
ترجمه: آیا دَ دوی پهٔ لاس کښې دی خزانې دَ ستا دَ رب اؤ کهٔ دوی ېٔ نګهبان دی ، ف۲۷
ف۲۷: یعنی څهٔ خیال ېٔ دے چې زمکه آسمانونه کهٔ پیدا کړی الله دی خو دَ هغې دَ خزانو کنجیانې اؤ اختیار ېٔ دوی ته حواله کړے دے ۔ یا ېٔ ورباندې پهٔ زور قبضه کړے ده ۔ نو دَ دومره زور طاقت سره بیا دَ بل حکم ولې ومنی؟
اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ١ۚ فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍؕ۳۸
ترجمه: آیا دوی سره داسې پوړۍ دی چې پهٔ هغې (دَ آسمانونو) خبرې اوری ، نو پکار ده چې راؤړی څوک چې ېٔ اوری یو واضح سند ، ف۲۸
ف۲۸: نو آیا دوی دا دعویٰ کوی چې دوی سره داسې پوړۍ شته چې آسمان ته پرې خیژی اؤ دَ ملاء اعلیٰ خبرې اوری ۔ نو هر کله چې دَ دوی دومره طاقت شته چې خپله بارګاهِ خداوندی ته رسېدے شی نو دوی ته بیا دَ بل چا دَ تابعداریٔ څهٔ ضرورت دے؟ کهٔ پهٔ رښتیا داسې دعویٰ کوی نو خپل دلیل اؤ سند دې پیش کړی چې دروغ رښتیا ېٔ معلوم شی ۔
اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَ لَكُمُ الْبَنُوْنَؕ۳۹
ترجمه: آیا دَ الله دپاره لوڼه دی اؤ ستاسو دپاره ځامن دی ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی (نعوذ بالله) دوی الله دَ خپلو ځانونو نه کم ګڼی څهٔ؟ ځان دپاره خؤ ېٔ ځامن خوښ دی اؤ الله ته دَ لوڼو نسبت کوی ۔ وائی چې فرښتې دَ الله لوڼه دی ۔ دَ دې تقسیم نه خو دا معلومیږی چې ځانونه دَ الله نه زیات ګڼی ۔ ځکه ځان ته ځامن خوښوی اؤ الله ته دَ لوڼو نسبت کوی ۔
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَؕ۴۰
ترجمه: آیا تهٔ غواړې دَ دوی نه پهٔ دې نصیحت څهٔ بدله چې پهٔ دوی دَ تاوان بار دے ف۳۰
ف۳۰: آیا دا خلق ستا نصیحت ځکه نهٔ منی چې تهٔ ترېنه پهٔ دې څهٔ غټه معاوضه غواړې چې دَ دوی دومره طاقت نشته اؤ دا پېټے نهٔ شی پورته کؤلے ۔
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَؕ۴۱
ترجمه: آیا دوی خبریږی پهٔ پټو خبرو نو بیا ېٔ دَ ځان سره لیکی ۔ ف۳۱
ف۳۱: آیا پهٔ دوی باندې خپله دَ الله دَ طرف نه وحې راځی چې دوی ېٔ لیکی لکه دَ پېغمبرانو وحې چې لیکلے شی نو پهٔ دې وجه ورته دَ پېغمبر دَ تابعداریٔ حاجت نشته ۔
اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا١ؕ فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَؕ۴۲
ترجمه: آیا دوی غواړی څهٔ ټګی کؤل نو څوک چې منکر دی هغوی به ګیریږی پهٔ خپله ټګیٔ کښې ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی پهٔ دې خبرو کښې یوه خبره هم نشته ۔ نهٔ آسمان ته ختې شی ، نهٔ ترېنه تهٔ څهٔ عوض غواړې اؤ نهٔ ورباندې خپله وحې راځی ۔ چې دا هېڅ نشته نو بیا ېٔ څهٔ خیال دے؟ آیا دَ پېغمبر سره چل ول کوی اؤ پهٔ مکر اؤ پټو تدبیرونو پهٔ پېغمبر غلبه حاصلؤل غواړی؟ کهٔ داسې وی نو یاد دې ولری چې دا چل ول به ورباندې خپله اپوټه شی اؤ دَ خپل مکر پهٔ جال کښې به خپله ګېر شی ، دَ الله رسول ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ۔
اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ١ؕ سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ۴۳
ترجمه: آیا دوی دپاره بل څوک معبود شته دَ الله نه سوا ، الله پاک دے دَ دوی دَ شریک جوړؤلو نه ۔ ف۳۳
ف۳۳: آیا دوی ځان ته دَ الله نه غیر بل معبود مقرر کړے دے چې دَ سختې پهٔ وخت کښې به ورسره امداد کوی ۔ اؤ دَ چا عبادت چې دوی دَ الله دَ عبادت نه بې پرواه کړی دی نو خبر دې شی چې دا ټول غلط خیالونه دی ۔ دَ الله ذات پاک دے دَ هغهٔ هېڅوک شریک اؤ همسر نشته ۔
وَ اِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ۴۴
ترجمه: اؤ کهٔ دوی ووینی یوه ټوکړه دَ آسمان نه چې راپرېوځی نو وائی به چې دا خو یوه درنه وریځ ده ۔ ف۳۴
ف۳۴: حقیقت دا دے چې دوی صرف ضد اؤ عناد دَ رښتونے خبرې منلو نه منع کړی دی ۔ دَ دوی دَ ضد اؤ جهالت خو دا حال دے چې له تا نه دَ معجزو مطالبه کوی نو کهٔ دَ دوی پهٔ مطالبه ورته دَ آسمان نه یوه ټوټه را وغورزیږی نو دوی به هغې ته هم پهٔ غړېدلو سترګو څهٔ بهانه جوړه کړی وائی به دا خو دَ آسمان ټوټه نهٔ ده دا خو دَ وریځې یوه ټوټه چرته لکه دَ ږلۍ کلکه شوے ده نو هغه را پرېوته ۔ نو دَ داسې جاهلانو نه دَ خیر څهٔ طمع کېدے شی ۔
فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَۙ۴۵
ترجمه: نو پرېږده ېٔ تر دې چې خپله ووینی هغه وریځ چې پهٔ دوی به پکښې کړس پرېوځی ،
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّ لَا هُمْ یُنْصَرُوْنَؕ۴۶
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به پکار نهٔ راځی دَ دوی چل ول هېڅ هم اؤ نهٔ به ېٔ څوک مدد کؤلے شی ۔ ف۳۵
ف۳۵: پهٔ داسې جاهلانو پسې هسې زړهٔ مهٔ خوږوه ۔ پرېږده ېٔ چې څو ورځې عیش وکړی ۔ آخر به یوه ورځ پرې دَ الله دَ غضب تندر راپرېوځی بیا به ېٔ دَ بچ کېدو هېڅ مخه نهٔ وی اؤ نهٔ به ېٔ څوک امداد کؤلے شی ۔ شاید چې دې نه دَ قیامت ورځ مراد وی ۔
وَ اِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ۴۷
ترجمه: اؤ بېشکه دَ دې ګناهګارو دپاره یو عذاب دے (دَ دې ورځې نه) وړاندې لېکن پهٔ دوی کښې ډېر نهٔ پوهیږی ۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی پهٔ دوی کښې ډېر دَ دې نه نهٔ دی خبر چې دَ آخرت نه علاوه پهٔ دنیا کښې هم دوی دپاره دَ یوه عذاب ورځ شته چې دَ نافرمانیٔ سزا به ورکؤلے شی لکه دَ بدر پهٔ جنګ کښې چې ېٔ سزا وخوړه ۔
وَ اصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُۙ۴۸
ترجمه: اؤ تهٔ صبر وکړه دَ خپل رب حکم ته تهٔ زمونږ دَ سترګو دَ وړاندې ئ ف۳۷ اؤ پاکی بیانوه دَ خپل رب دَ خوبیو کوم وخت چې پاڅې ف۳۸
ف۳۷: یعنی پهٔ صبر اؤ استقامت سره دَ الله دَ حکم انتظار کوه هغه به ډېر ژر ستاسو ترمینځه فیصله وکړی ۔ دښمنان تا ته هېڅ نقصان نهٔ شی رسؤلے ځکه چې تهٔ دَ الله دَ سترګو دَ وړاندې یعنی دَ الله پهٔ حفاظت اؤ نګرانیٔ کښې ئ ۔
ف۳۸: یعنی ډېر پهٔ صبر سکون اؤ استقلال سره هر وخت دَ الله پهٔ یادو کښې مشغول وسه ۔ خاص بیا کوم وخت چې سحر دَ خوبه پاڅې یا چې نمانځهٔ ته ودرېږې یا چې دَ نمانځهٔ نه پاڅې پهٔ دې حالاتو کښې ډېره تسبیح وایه ۔
وَ مِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَ اِدْبَارَ النُّجُوْمِ۠۴۹
ترجمه: اؤ پهٔ شپه کښې تسبیح وایه اؤ دَ ستوریو دَ ډوبېدو پهٔ وخت کښې ۔ ف۳۹
ف۳۹: دَ شپې نه مراد دَ تهجدو وخت دے اؤ دَ ستوریو دَ ډوبېدو نه مراد دَ سحر وخت دے ځکه چې دَ سحر پهٔ رڼا کښې ستوری تت شی اؤ بیا پټ شی نهٔ ښکاری ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ النَّجْمِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اثْنَتَانِ وَ سِتُّوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔
ترجمه: سورتِ نجم مکه کښې نازل شوے اؤ دَ دې دوه شپېتهٔ (۶۲) آیتونه اؤ درے رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
وَ النَّجْمِ اِذَا هَوٰیۙ۱
ترجمه: قسم دے دَ ستوری کله چې پرېوځی ۔ ف۱
ف۱: یعنی چې ډوب شی ۔
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَ مَا غَوٰیۚ۲
ترجمه: نهٔ دے خطا شوے ستا ملګرے اؤ نهٔ بې لارې شوے دے ۔ ف۲
ف۲: دَ رفیق نه مراد حضور اکرمﷺ دے ۔ یعنی حضور اکرمﷺ نهٔ دَ څهٔ غلط فهمیٔ پهٔ وجه لار خطا کړے ده اؤ نهٔ پهٔ قصد ، پهٔ خطا روان شوے دے بلکې څنګه چې نمر دَ راختو نه تر ډوبېدو پورې پهٔ یو مقرر رفتار پهٔ مقرره لار روان وی دغه شان دَ نبوت دا نمر هم دَ الله دَ طرف نه پهٔ مقرر شوے لار ټیک روان دے یو قدم ترې نهٔ دے اخوا دېخوا شوے ۔ پېغمبرانؑ دَ نبوت دَ آسمان ستوری دی چې پهٔ رڼا ېٔ ټوله دنیا روښانه ده اؤ څنګه چې دَ ستوریو دَ پټېدو نه پس روښانه نمر طلوع کوی دغه شان دَ ټولو پېغمبرانو نه وروستو دَ نبوت دَ آسمان روښانه نمر آخری نبیﷺ دَ عربو پهٔ ملک کښې دَ هدایت پهٔ آسمان راښکاره شو نو څنګه چې قدرت دَ ظاهری ستوریو اؤ نمر سپوږمۍ داسې پوخ انتظام کړے دے چې یوه ذره فرق پکښې نهٔ راځی نو ظاهره ده چې دَ دې روښانی ستورو اؤ روحانی نمر انتظام نه دَ هغې نه هم زیات مضبوط اؤ محکم وی ځکه چې دَ ټول عالم نیک بختی اؤ بدبختی پهٔ دوی پورې تړلې ده ۔
وَ مَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰیؕ۳
ترجمه: اؤ نهٔ وائی دَ خپل زړهٔ دَ خواهش نه ،
اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰیۙ۴
ترجمه: دا خو حکم دے راستؤلے شوے ، ف۳
ف۳: یعنی دَ حضور اکرمﷺ دَ مبارکې خلې نه یو لفظ هم دَ خپل زړهٔ دَ خواهش یا ذاتی غرض پهٔ بنا نهٔ شی وتې ، دَ دین پهٔ باره کښې هغه هر څهٔ چې فرمائی دَ الله دَ حکم اؤ دَ الله دَ وحې موافق وی ۔
عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰیۙ۵
ترجمه: دا ورته ښیٔلې دے یو ډېر طاقتور ،
ذُوْ مِرَّةٍ١ؕ فَاسْتَوٰیۙ۶
ترجمه: زور آور ف۴ بیا نېغ کښېښناستو ،
ف۴: یعنی وحې راستؤنکے خو الله تعالیٰ دے لېکن دَ چا پهٔ ذریعه چې تا ته وحې را استوی هغه هم ډېر طاقتور اؤ زورور دے ، یعنی جبریل امینؑ ۔ (هغه مقربه فرښته چې حضور اکرمﷺ ته به ېٔ وحې راؤړه) لکه چې پهٔ سورتِ تکویر کښې ارشاد دے:
اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ کَرِیْمٍ ذِیْ قُوَّةٍ الخ ۔
(بېشکه دا دَ یو عزتمند طاقتور استازی خبره ده)
وَ هُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰیؕ۷
ترجمه: اؤ هغه وهٔ دَ آسمان پهٔ وچته کناره ف۵
ف۵: دَ وچتې کنارې نه اکثرو مفسرانو دَ آسمان مشرقی کناره مراد کړے ده کوم خوا چې صبح صادق ښکاری ۔ دَ نبوت پهٔ ابتدائی ورځو کښې رسول کریمﷺ یو ځل جبریلؑ پهٔ خپل اصلی شکل کښې لیدلے وهٔ چې پهٔ یو تحت ناست وهٔ اؤ دَ مشرق نه تر مغربه ټول آسمان ترې ډک وهٔ ۔ دَ داسې هیبت ناک شکل پهٔ لیدو رسول کریم وار خطا غوندې شو بیا دَ حضور اکرمﷺ دَ تسلیٔ دپاره سورتِ مدثر نازل شو ۔
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰیۙ۸
ترجمه: بیا را نژدے شو اؤ راکوز شو ،
فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰیۚ۹
ترجمه: بیا ېٔ دَ دوؤ (۲) لیندو برابر فرق پاتې شو یا دَ دې نه کم ،
فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰیؕ۱۰
ترجمه: بیا حکم را واستؤلو الله خپل بنده ته څهٔ چې ېٔ راستؤلو ۔ ف۶
ف۶: یعنی جبرئیلؑ دَ خپل اصلی مقام سره تعلق ساتلو باوجود راکوز شو اؤ رسول اکرمﷺ ته دومره رانژدے شو چې دَ دواړو ترمینځه دَ دوؤ لیندو هومره فاصله پاتې شوه ۔ هغه وخت الله تعالیٰ پهٔ خپل خاص بنده رسول اکرمﷺ وحې را واستؤله ۔ شاید چې دا دَ سورتِ مدثر آیتونه وو یا نور څهٔ احکام ۔
تنبیه:” فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰیۚ “ کښې ”اَوْ“ دَ شک دپاره نهٔ دے بلکې پهٔ داسې ترکیب کښې اصل مقصد تاکید اؤ مزید تائید وی ۔ یعنی دَ فاصلې پوره یقین مقصود نهٔ دے خو دومره ښودل دی چې دا فاصله دَ دوؤ لیندو نه زیاته پهٔ هېڅ شان نهٔ وه ۔ دومره وه یا دَ دې نه هم کمه ۔
مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی۱۱
ترجمه: دروغ نهٔ دی وئیلی دَ رسول زړهٔ څهٔ چې ېٔ ولیدل ۔ ف۷
ف۷: یعنی جبرئیلؑ ېٔ پهٔ سترګو ولیدو اؤ زړهٔ ورته ووې چې ستا نظر صحیح کار کوی هم دغه جبرئیلؑ دے ۔ پهٔ لیدو کښې څهٔ غلطی نشته ۔ اؤ پهٔ دې وینا کښې دَ پېغمبرﷺ زړهٔ رښتونے وهٔ ۔ الله تعالیٰ دغه شان دَ پېغمبرانو پهٔ زړهٔ کښې دَ فرښتو پیژندګلی پیدا کوی ۔ اؤ زړهٔ ېٔ مطمئن کوی کهٔ دَ پېغمبرﷺ خپله اطمینان اؤ قلبی یقین نهٔ وی نو دَ بل چا تسلّی به څنګه وکړې شی ۔
اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی۱۲
ترجمه :آیا تاسو اوس دَ هغهٔ سره جګړه کویٔ پهٔ دې څهٔ چې هغهٔ ولیدو ۔ ف۸
ف۸: یعنی وحې راستؤنکے الله دے اؤ راؤړونکے ېٔ پاکه فرښته ده ، ښهٔ پوهه ، امانتداره اؤ پوره طاقتوره ، حفاظت کؤنکے ، بیا پېغمبرﷺ ته دومره نژدے راځی چې دَ الله پېغام ورته رسوی ، هغه ېٔ پهٔ خپلو سترګو وینی ۔ زړهٔ ېٔ تصدیق کوی ۔ نو پهٔ داسې یقینی څیز کښې تاسو ته دَ فضول خبرو کؤلو اؤ هسې بحثونو جوړؤلو څهٔ حق دے ۔ اِذَا لَمْ تَرَالْهِلَالَ فَسَلِّمْ : لِنَاسٍ رَأَوْهُ بِاالْاَبْصَارِ ۔ چې تهٔ خپله میاشت نهٔ وینې نو څوک چې ېٔ پهٔ خپلو سترګو وینی دَ هغوی خبره ومنه ۔
وَ لَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰیۙ۱۳
ترجمه: اؤ بېشکه هغهٔ لیدلے دے پهٔ راکوزېدو یو ځل بل هم ،
عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی۱۴
ترجمه: دَ سدرة المنتهٰی سره ،
عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰیؕ۱۵
ترجمه: هغې سره دے جنّت پهٔ آرام سره دَ وسېدو ۔ ف۹
ف۹: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ حضور اکرمﷺ دویٔم ځل دَ معراج پهٔ شپه جبرئیلؑ پهٔ خپل اصلی شکل کښې دَ ووهٔ (۷) آسمانونو دپاسه دَ سدرة المنتهٰی سره لیدلے وهٔ ۔ دا دَ بېرې یوه ونه ده دَ لاندې اؤ پورته ترمینځه حد بندی کوی ۔ دَ دې نه لاندې وسیدونکی پورته نهٔ شی تللې اؤ دَ پورته وسیدونکی ښکته نهٔ شی راتللې ۔ دَ دې ونې پهٔ خوا کښې جنّت دے ۔
تنبیه: څنګه چې دَ جنّت نورې مېوې انګور ، انار وغېره دَ دنیا دَ مېوؤ پهٔ شان نهٔ وی تش دَ نوم شراکت ېٔ دے نور صفات ېٔ ټول جدا دی ۔ دغه شان دغه دَ بېرې ونه هم ده ۔ تش نوم ېٔ دَ بېرې دے نور الله ته معلومه ده چې هغه به څنګه بېره وی زمونږ دَ عقل نه بهر خبره ده ۔ پهٔ روایاتو کښې راځی چې دَ دې بېرې جړې پهٔ شپږم آسمان کښې دی اؤ څانګې ېٔ دَ ووم آسمان دپاسه خورې دی ۔ بهرحال دا ونه یوه حد بندی ده ۔ دَ لاندې نه چې کوم اعمال بره خیژی اؤ دَ بره نه چې کوم احکام کوز راځی دَ دواړو آخری پوله دغه ده ۔
اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰیۙ۱۶
ترجمه: کوم وخت چې غوړیدلی وو پهٔ بېره څهٔ چې غوړیدلی وو ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی دَ الله تعالیٰ انوار پهٔ دې ونه خوارهٔ وو اؤ فرښتې دومره ډېرې وې چې دَ هرې پاڼې سره یوه فرښته موجوده وه اؤ پهٔ ځنو روایاتو کښې راځی چې دا ونه دَ خوش رنګه اؤ ښائسته پتنګانو نه داسې ډکه وه اؤ دومره خوند ېٔ کؤلو چې الفاظو کښې ېٔ بیان ممکن نهٔ دے ۔
شاید چې دَ ابن عباسؓ دَ قول موافق دَ معراج پهٔ شپه چې حضور اکرمﷺ دَ الله تعالیٰ دَ دیدار شرف حاصل کړے دے پهٔ دې آیت کښې هغې ته اشاره ده۔ دَ مخکښې آیتونو متعلق خو دَ حضرت عائشېؓ پهٔ حدیثونو کښې تصریح ده چې دې کښې دَ الله دیدار نهٔ دے مراد دَ جبرئیلؑ لیدل مراد دی ۔ ابن کثیرؒ دَ مجاهدؒ نه کوم چې دَ ابن عباسؓ خاص شاګرد دے دا روایت کړے دے ۔
” کَانَ اَغْصَانُ السِّدْرَةِ لُؤْلُؤًا وَّ یَاقُوْتًا وَ زَبَرْجَدًا فَرَاٰهَا مُحَمَّدٌ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ سَلَّمَ وَرَأٰی رَبَّهٗ بِقَلْبِهٖ “ ۔
(دَ دې ونې څانګې دَ ملغلرو اؤ یاقوتو اؤ زبرجدو دی نو حضورﷺ دغه ونه ولیده اؤ دَ خپل رب دیدار ېٔ وکړو دَ زړهٔ پهٔ سترګو)
لېکن دا لیدل یواځې دَ زړهٔ نهٔ وو بلکې دَ ظاهری سترګو اؤ دَ زړهٔ دَ سترګو دواړو وو ۔ ځکه دَ ابن عباسؓ دَ طبرانی پهٔ یو روایت کښې دی ۔ رَأٰهُ مَرَّتَیْنِ مَرَّةً بِقَلْبِهٖ وَ مَرَّةً بِبَصَرِهٖ ۔
دلته دَ دوه ځله لیدو مطلب دا دے چې پهٔ یو وخت ېٔ هم پهٔ ظاهری سترګو ولیدو اؤ هم دَ زړهٔ پهٔ سترګو لېکن یاد لریٔ چې دا لیدل هغه لیدل نهٔ دی دَ کوم نفی چې پهٔ لَا تُدْرِکْهُ الْاَبْصَارُ کښې شوے ده ځکه چې دَ هغې نه غرض احاطه کؤل دی یعنی نظر ېٔ احاطه نهٔ شی کؤلے ۔ علاوه دَ دې نه دَ ابن عباسؓ نه چا تپوس وکړو چې دَ لیدو دا دعویٰ دَ آیت ”لَا تُدْرِکُهُ الْاَبْصَارُ “ خلاف ده ۔ نو هغهٔ وفرمائیل وَیْحَكَ ذَاكَ اِذَا تَجَلّٰی بِنُوْرِهِ الَّذِیْ هُوَ نُوْرُهٗ ۔
معلومه شوه چې دَ خداوند کریم تجلیات مختلف دی ۔
ځنې انوار ېٔ داسې دی چې سترګې ېٔ برداشت نهٔ شی کؤلے اؤ دَ ځنو کؤلے شی اؤ رؤیت دَ رب دواړو درجو ته شامل دے ۔ یعنی دَ ځنو انوارو پهٔ لحاظ ېٔ لیدل ممکن نهٔ دی اؤ دَ ځنو انوارو پهٔ لحاظ ممکن دی ۔ ځکه وئیلی شی چې پهٔ آخرت کښې چې الله تعالیٰ دَ مؤمنانو نظر تېز کړی نو کومه درجه کښې چې هغوی ته پهٔ جنّت کښې دَ الله دَ دیدار شرف حاصلیږی ۔ پهٔ دغه درجه کښې دَ الله دیدار پهٔ دنیا کښې هېڅوک نهٔ شی کؤلے ۔ البته حضور اکرمﷺ ته دَ معراج پهٔ شپه پهٔ یوه خاصه درجه کښې دیدار حاصل شوے وهٔ چې دا هم دَ هغوی خصوصی امتیاز دے ، بنیادم ته پهٔ دنیا کښې نهٔ دے حاصل شوے ۔ اؤ دَ دغې انوارو دَ اختلاف پهٔ لحاظ وئیلی شی چې دَ عائشېؓ دَ قول اؤ دَ ابن عباسؓ دَ قول ترمینځه اختلاف نشته ۔ شاید چې عائشهؓ ېٔ نفی دَ یوې درجې کوی اؤ ابن عباسؓ ېٔ اثبات دَ بلې درجې کوی ، دغه شان دواړه قولونه جمع کېدے شی اؤ دغه شان دَ ابوذرؓ دَ دواړو روایتونو حال هم دے چې ”رَأَیْتُ نُوْرًا“ بل روایت دا دے ”نُوْرٌ اَنّٰی اَرَاهُ“ ۔
(یعنی یو روایت کښې دی چې ما دَ الله نور ولیدو اؤ بل روایت کښې دی هغه نور دے زهٔ ېٔ کله لیدے شم)
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَ مَا طَغٰی۱۷
ترجمه: نهٔ دے خطا شوے نظر اؤ نهٔ دَ حد نه وتې دے ۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی سترګو چې څهٔ ولیدل ښهٔ پهٔ اطمینان اؤ پوخ نظر ېٔ ولیدل ۔ نهٔ پهٔ نظر کښې څهٔ غلطی راغلے ده اؤ نهٔ دَ مُبْصَرْ (دَ کتو دَ څیز نه) اخوا دېخوا شوے دے ۔ بس هم هغه څیز ته ېٔ کتل کوم چې ورته ښیٔلې شو ۔ دَ بادشاهانو پهٔ دربار کښې چې کوم شے چا ته ښودلې شی هغې ته نهٔ کتل هم جرم دے اؤ دَ کوم څیز چې ښودل مقصود نهٔ وی دَ هغې دَ کتو کوشش هم جرم دے ۔ بس هغه هومره کار پکار دے دَ څومره چې اجازت وی نو حضور اکرمﷺ دَ دې دواړو خبرو نه پاک وهٔ ۔
لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی۱۸
ترجمه: بېشکه هغهٔ لیدلی دی دَ خپل رب دَ قدرت غټې نمونې ۔ ف۱۲
ف۱۲: پهٔ فائده نمبر۵ کښې چې کوم بیان وشو دَ هغې نه علاوه دَ الله دَ قدرت کومې ناشنا نمونې کتلې وې هغه یو الله ته معلومې دی ۔
اکنون کرا دماغ کہ پرسدز باغباں
بلبل چہ گفت و گل چہ شنید و صبا چہ کرد
اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَ الْعُزّٰیۙ۱۹
ترجمه: ښه نو تاسو وګوریٔ لات اؤ عزیٰ ،
وَ مَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی۲۰
ترجمه: اؤ منات دریم وروستی ته ۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی دَ دومره چې انتها عظمت اؤ لوی مالک الله پهٔ مقابله کښې دَ دې بې کاره څیزونو پهٔ نوم اخستو دوی ته شرم پکار دے۔
تنبیه: لات ، منات اؤ عُزّٰی دَ مشرکانو غټ غټ بتان وو ۔ لات دَ طائف دَ خلقو پهٔ بتانو کښې دَ ټولو نه غټ بت وهٔ اؤ دَ زیات قدر عزّت مالک ګڼلې شو ۔ منات دَ اوس اؤ خزرج اؤ خزاعه پهٔ قبیلو کښې دَ ټولو نه غټ بت شمېدلے شو اؤ عُزّٰی دَ قریشو اؤ بنی کنانه قبیلو دَ ټولو نه غټ بت اؤ (نعوذ بالله) لوئے خدائې وهٔ ۔ دَ مکّې معظّمې دَ مشرکانو پهٔ خیال دَ ټولو نه لوئے عزّٰی وهٔ چې دَ مکّې معظّمې سره نژدے دَ نخلؔه پهٔ مقام پروت وهٔ ۔ پهٔ دویٔمه درجه کښې لات وهٔ چې پهٔ طائف کښې پروت وهٔ اؤ دریٔمه درجه کښې منات وهٔ چې دَ مکّې معظّمې نه ډېر لرې پهٔ یثرب (مدینه منوره) کښې پروت وهٔ ۔ دا ترتیب علامه یاقوت پهٔ معجم البلدان کښې لیکلے دے اؤ دا ېٔ هم لیکلی دی چې قریشو به دَ کعبې شریفې دَ طواف پهٔ وخت کښې دا کلمات وې ۔
وَاللَّاتِ وَالْعُزّٰی وَ مَنَاتِ الثَّالِثَةِ الْاُخْرٰی هٰؤُلَاءِ الْغَرَانِیْقُ الْعُلٰی وَ اِنَّ شَفَاعَتَهُنَّ لَتُرْتَجٰی ۔
ځنو مفسرانو پهٔ دې موقع یوه قصه نقل کړے ده چې دَ محدثینو پهٔ اصولو هغه دَ صحت درجې ته نهٔ رسی ۔ کهٔ دَ دې واقعې نه څهٔ اصل وی نو دومره قدرې به وی چې حضور اکرمﷺ دَ کافرانو اؤ مسلمانانو پهٔ ګډه وډه جمع کښې دَ دې آیت تلاوت کړے وی ۔ دَ کافرانو خو دا عادت وهٔ چې قرآن اورېدو ته به ېٔ خلق نهٔ پرېښودل شور غوبل به ېٔ کؤلو ۔ کما قال تعالیٰ وَ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَسْمَعُوْا لِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَ الْغَوْا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُوْنَ۲۶ (سورتِ حٰم السجده ، رکوع ۴)
نو کوم وخت چې حضور اکرمﷺ دا آیت وې نو یو کافر شیطان به دَ حضورﷺ پهٔ شان آواز ورسره دَ هغوی دا خپلې کلمې هم وئیلی وی ۔ تِلْكَ الغَرَانِیْقُ الْعُلٰی الخ ۔
نو پهٔ ګڼه کښې دَ خلقو دا شک شو چې شاید دا الفاظ حضورﷺ وفرمائیل ۔ ګنی دا ظاهره خبره ده چې دَ نبی پهٔ ژبه شیطان داسې قبضه نهٔ شی کؤلے چې داسې غلطه خبره ېٔ دَ خلې نه ووځی ۔ اؤ ورپسې سمدستی چې دَ کوم څیز بطلان کیږی نو دَ هغې دَ صفت نه څهٔ مطلب؟
اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَ لَهُ الْاُنْثٰی۲۱
ترجمه: آیا ستاسو شو هلکان اؤ دَ هغهٔ (الله) شوې جینکۍ ،
تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی۲۲
ترجمه: دا ویش خو ډېر خراب دے ۔ ف۱۴
ف۱۴: علامه یاقوتی پهٔ معجم البلدان کښې لیکلی دی چې کافرانو به دې خپلو بتانو ته دَ الله لوڼه وې نو اول خو دَ الله اولاد نشته ۔ لَمْ یَلِدْ وَ لَمْ یُوْلَدْ دے ۔ اؤ فرض کړه کهٔ اولاد ېٔ وې هم نو ستاسو دا تقسیم څومره خطا دے چې ځان ته خو مو ځامن خوښ دی اؤ الله دپاره لوڼه خوښویٔ ۔ (نعوذ بالله)
اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَ اٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ١ؕ اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَ مَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ١ۚ وَ لَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰیؕ۲۳
ترجمه: دا ټول تش نومونه دی چې یٔښی دی تاسو اؤ ستاسو پلارانو نیکونو نهٔ دے راستؤلے الله پهٔ دې باندې څهٔ سند ۔ ف۱۵ دوی روان دی هسې پهٔ اټکل اؤ څهٔ چې ېٔ زړهٔ غواړی ، اؤ راغلو ورته دَ خپل رب دَ طرف نه هدایت ۔ ف۱۶
ف۱۵: یعنی کاڼو اؤ بوټیو ته مو دَ ځانه څهٔ نومونه یٔښی دی دَ الله دَ طرف نه پهٔ هېڅ سند نشته بلکې دَ هغهٔ دَ طرف نه خو دَ دې پهٔ خلاف کښې دلیلونه قائم دی ۔ نو اوس تاسو ورته ځامن واییٔ کهٔ لوڼه اؤ کهٔ بل څهٔ تش نومونه دی څهٔ چې مو خوښه وی ورته واییٔ حقیقت ېٔ هېڅ هم نشته ۔
ف۱۶: یعنی سره دَ دې چې دَ الله دَ طرف نه هدایت اؤ رڼا راغلے ده اؤ هغه ورته دَ پېغمبر پهٔ ذریعه نېغه لار ښئی بیا هم دا بې وقوفان دَ اوهامو پهٔ تیرو کښې ټکرې خوری ۔ خپل ګومانونه چلوی اؤ څهٔ چې ېٔ زړهٔ ته راغلهٔ پهٔ هغې پسې ځی ۔ دَ حق پهٔ رڼا کښې پهٔ نېغه لار نهٔ روانیږی ۔
اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی٘ۖ۲۴
ترجمه: آیا بنیادم موندے شی څهٔ چې ېٔ زړهٔ غواړی ،
فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَ الْاُوْلٰی۠۲۵
ترجمه: نو دَ الله پهٔ لاس کښې ده ټوله بهتری وروستیٔ اؤ وړومبیٔ ۔ ف۱۷
ف۱۷: دوی پهٔ دې طمع دی چې دا بتان به دَ الله سره زمونږ سفارش کوی اؤ مونږ به دَ سختې نه خلاصوی ۔ دا هسې دَ دوی آرزوګانې اؤ خواهشونه دی نو آیا دَ بنیادم زړهٔ ته چې څهٔ راځی هغه به ضرور پوره کیږی؟ یاد لریٔ دَ دنیا اؤ آخرت ټولې ښېګړې دَ یو الله پهٔ لاس کښې دی ۔ شاه صاحبؒ لیکی ۔ دَ بتانو پهٔ عبادت څهٔ کیږی ۔ کیږی هغه کوم چې الله غواړی ۔
وَ كَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْۢ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَ یَرْضٰی۲۶
ترجمه: اؤ ډېرې فرښتې دی پهٔ آسمانونو کښې هېڅ فائده نهٔ ورکوی دَ دوی سفارش مګر پس دَ دې نه چې حکم ورکړی الله دَ چا دپاره چې وغواړی اؤ خوښ ېٔ کړی ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی دَ دې بتانو څهٔ حیثیت دے ۔ دَ آسمانونو وسیدونکی پاکې اؤ مقربې فرښتې هم بې اجازته دَ چا سفارش نهٔ شی کؤلے ۔ البته الله تعالیٰ چې دَ چا نه راضی وی اؤ فرښتو ته دَ هغهٔ دَ سفارش اجازت ورکړی نو هغه سفارش البته څهٔ پکار راتلې شی ۔ ظاهره ده چې الله تعالیٰ نهٔ بتانو ته دَ سفارش اجازت ورکړے دے اؤ نهٔ دَ کافرانو نه راضی دے ۔
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُنْثٰی۲۷
ترجمه: کوم خلق چې یقین نهٔ لری پهٔ آخرت نومونه ږدی فرښتو ته دَ ښځو نومونه،
وَ مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ١ؕ اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ١ۚ وَ اِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔاۚ۲۸
ترجمه: اؤ دوی ته ېٔ هېڅ علم نشته ، خالص پهٔ اټکل چلیږی ، اؤ اټکل هېڅ کار نهٔ ورکوی په حقه خبره کښې ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی دَ چا چې پهٔ آخرت یقین نشته دَ سزا نه بې فکره دی نو داسې دَ بې ادبیٔ خبرې کوی لکه فرښتو ته ښځې وائی اؤ دَ الله لوڼه ېٔ ګڼی ۔ دا خالص جهالت دے ۔ فرښتې دَ بنیادمو پهٔ شان نهٔ دی ۔ هغه خو نهٔ نر وی نهٔ ښځې بلکې ځان له یو جنس دے ۔ اؤ دَ الله تعالیٰ خو هډو اولاد نشته ۔ نهٔ ځوئے ، نهٔ لور اؤ نهٔ ېٔ مور پلار شته ۔ الله دَ داسې رشتو نه پاک اؤ برتر دے ۔ دوی هسې اټکل چلوی اؤ خیالونه جنګوی نو دَ اټکل اؤ حقیقت سره څهٔ مقابله ده ۔
فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی١ۙ۬ عَنْ ذِكْرِنَا وَ لَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَاؕ۲۹
ترجمه: نو تهٔ فکر مهٔ کوه دَ هغه چا چې مخ واړوی زمونږ دَ یادو نه اؤ نهٔ غواړی مګر دَ دنیا ژوند ،
ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ١ۙ وَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی۳۰
ترجمه: بس هم تر دې رسی دَ دوی عقل ف۲۰ بېشکه ستا رب ښهٔ پیژنی څوک چې خطا شو دَ سمې لارې نه اؤ هغهٔ ته ښهٔ معلوم دی څوک چې پهٔ سمه لار روان دی ۔ ف۲۱
ف۲۰: یعنی چا چې خپل مقصد هم دغه څو ورځې دَ دنیا ژوند ګرځؤلے دے ۔ دَ الله اؤ دَ آخرت دَ طرف نه غافله دی نو تهٔ دَ داسې خلقو خوشو خبرو ته هېڅ توجه مهٔ کوه ۔ دوی دَ الله نه مخ اړولے دے تهٔ دَ دوی دَ شرارت نه مخ واړوه ، ستا پهٔ ذمه نصیحت کؤل وو ، تا خپله غاړه خلاصه کړه ، په ښهٔ بد دې ښهٔ پوهه کړل ۔ نور دَ داسې کسانو نه دَ حق قبلؤلو څهٔ طمع نشته نو هسې ځان مهٔ خفه کوه اؤ خپل زړهٔ مهٔ خوره دَ دوی عقل خو بس دَ دنیا ظاهری نفع نقصان پورې رسی نور دَ دې نه وړاندې دا خبره ېٔ عقل ته نهٔ پرېوځی چې دَ مرګ نه پس به خپل اصلی مالک سره مخامخ کیږو اؤ دَ یوې یوې ذرې عمل حساب به راسره کیږی ۔ دوی خو دَ څارویو پهٔ شان صرف خوړل څښل اؤ خوب کؤل پیژنی ، دومره عقل ېٔ نشته چې دَ آخرت پهٔ خبرو پوهه شی نو تهٔ ېٔ نور غم مهٔ کوه الله ته ېٔ وسپاره ۔
ف۲۱: یعنی څوک چې ګمراه شو اؤ چا چې هدایت قبول کړو دَ دې ټولو ټول حالات دَ ازل نه الله تعالیٰ ته معلوم دی هم دَ هغې موافق به کیږی ۔ کهٔ څوک زر ځله کوشش وکړی دَ الله دَ ازلی علم نه یوه ذره خلاف نهٔ شی کېدے ۔ اؤ الله تعالیٰ به دَ خپل کامل علم موافق هر یو ته دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکوی ۔ نو تهٔ دَ دښمنانو دَ طرف نه بې فکره شه ۔ الله ته ېٔ وسپاره ۔
وَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ١ۙ لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَ یَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰیۚ۳۱
ترجمه: اؤ دَ الله دی څهٔ چې پهٔ آسمانونو کښې دی اؤ څهٔ چې پهٔ زمکه کښې دی چې بدله ورکړی بدی کؤنکیو ته دَ هغوی دَ عملونو اؤ بدله ورکړی نیکیٔ کؤنکیو ته بهتره بدله ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی دَ هر څیز حال هغهٔ ته معلوم دے اؤ دَ زمکې اؤ آسمان ټول څیزونه دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دی نو بیا دَ بدلے ورکؤلو نه ېٔ څوک منع کؤلے شی بلکې کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ دنیا دا کارخانه جوړه شوے دې دپاره ده چې دَ دې پهٔ نتیجه کښې یوه بله غیر فانی دنیا جوړه شی چې هلته بدانو ته دَ بدیٔ بدله اؤ نیکانو ته دَ خپل نیک عمل اجر ورکړې شی ۔
اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَ الْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ١ؕ اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ١ؕ هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَ اِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ١ۚ فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ١ؕ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی۠۳۲
ترجمه: هغه کسان چې بچ کیږی دَ غټو ګناهونو نه اؤ دَ بې حیاییٔ دَ کارونو نه مګر لږ غوندې آلودګی ف۲۳ بېشکه ستا دَ رب بخشش ډېر فراخه دے ف۲۴ هغه تاسو ښهٔ پیژنی کوم وخت چې ېٔ راپیدا کړیٔ دَ زمکې نه اؤ کوم وخت چې واړهٔ بچی ویٔ دَ میاندو پهٔ ګېډو کښې نو خپل ځانونه مهٔ پاکویٔ ، هغه ډېر ښهٔ پیژنی هغه څوک چې ځان ېٔ بچ کړو ۔ ف۲۵
ف۲۳: دَ صغیره ګناه اؤ کبیره ګناه فرق دَ سورتِ نساء پهٔ فوائدو کښې پهٔ تفصیل سره بیان شوے دے ۔ دَ لَمَمْ پهٔ تفسیر کښې ډېر قولونه دی ۔ چا وئیلی دی چې پهٔ زړهٔ کښې تېر شی اؤ عمل پرې ونهٔ شی دغه لَمَمْ وی اؤ چا وئیلی دی چې صغیره ګناه ترې مراد ده اؤ چا وئیلی دی هغه ګناه چې توبه ترې وویستې شی ۔ اؤ بار بار ونهٔ کړې شی یعنی عادت ېٔ نهٔ وی ۔
ف۲۴: دَ الله بخشش ډېر فراخه دے ځکه واړهٔ واړهٔ ګناهونه معاف کوی اؤ دَ بنده توبه قبلوی ۔ کهٔ پهٔ هره وړه لویه ګناه ېٔ ګرفت کؤلے نو دَ بنده خلاصې بیا چرته وهٔ ۔
ف۲۵: یعنی کهٔ الله تعالیٰ دَ پرهیزګاریٔ څهٔ توفیق ورکړے وی نو پهٔ هغې غاوره کیږیٔ مه اؤ ځان ډېر لوئے اؤ پاک مهٔ ګڼیٔ ۔ الله تعالیٰ ته مو حال ښهٔ معلوم دے ۔ هغه مو دَ هغه وخت نه پیژنی چې لا ژوند مو شروع هم نهٔ وهٔ ۔ بنده ته پکار دی چې خپل حقیقت هېڅ وخت کښې نهٔ هیروی ۔ چې ابتداء ېٔ دَ خاورې وه ۔ بیا ېٔ دَ مور پهٔ ګېډه کښې پهٔ ناپاکه وینه پرورش کېدو ۔ بیا چرته وړوکے غوندې ډېر کمزورے اؤ ناتوانه دې دنیا ته راغلو بیا ورو ورو الله طاقت ورکؤلو چې تکړه شو اؤ لوئے مرتبې ته ورسېدو نو اوس ورسره دَ لوییٔ اؤ پاکیٔ دعوې خوند نهٔ کوی اؤ څوک چې پهٔ رښتیا پرهیزګار اؤ پاک وی هغوی ته خو دَ خپل ځان نه شرم ورځی ، ځان ډېر کمزورے اؤ دَ غلطیو نه ډک ګڼی هېچرې دَ پاکیٔ دعویٰ نهٔ کوی ۔
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰیۙ۳۳
ترجمه: آیا تا ولیدو هغه سړے چې مخ ېٔ واړؤلو ف۲۶
ف۲۶: یعنی خپل اصلیت ېٔ هېر شو اؤ دَ خپل حقیقی مالک نه ېٔ مخ واړؤلو ۔
وَ اَعْطٰی قَلِیْلًا وَّ اَكْدٰی۳۴
ترجمه: اؤ را ېٔ وړو لږ غوندې اؤ سخت وختو ۔ ف۲۷
ف۲۷: حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ یعنی لږ غوندې ایمان راؤړو ته مائل شوے وهٔ بیا ېٔ زړهٔ سخت شو اؤ ایمان ېٔ رانهٔ وړو ۔ مجاهدؒ وئیلی دی دا آیت دَ ولید بن مغیره پهٔ حق کښې نازل شوے دے ۔ دَ حضور اکرمﷺ وعظ پرې اثر کړے وهٔ مسلمانېدو ته نژدے شوے وهٔ ۔ خو یو کافر ورته ووې تهٔ ایمان مهٔ راؤړه ستا دَ ګناهونو چې تا ته څهٔ ګناه درکؤلے شی کهٔ ما ته دې دومره دومره مال راکړو نو هغه سزا به ټوله زهٔ پهٔ خپل ځان واخلم هغهٔ ورسره وعده وکړه اؤ بیا ېٔ پهٔ هغه رقم کښې څهٔ حصه ورکړه پهٔ نور منکر شو ۔ پهٔ دې طریقه به بیا دَ ” اَعْطٰی قَلِیْلًا وَّ اَكْدٰی “ معنٰی دا شی چې ور ېٔ کړو مال اؤ بیا ېٔ نور بند کړو ۔
اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی۳۵
ترجمه: آیا دَ هغهٔ سره دَ غیبو علم دے چې وینی ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی آیا دهٔ ته دَ غیبو علم شته اؤ دا وینی چې دَ ځان پهٔ ځائې بل سړے ودرؤم نو دَ سزا نه به خلاص شم ۔
اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰیۙ۳۶
ترجمه: آیا هغه نهٔ دے خبر پهٔ هغې (خبرو) چې دی دَ موسٰی پهٔ صحیفو کښې ،
وَ اِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَفّٰۤیۙ۳۷
ترجمه: اؤ دَ ابراهیم پهٔ صحیفو کښې چا چې خپل قول پوره کړو ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی ابراهیمؑ دَ خپل قول پابند وهٔ اؤ دَ الله سره چې ېٔ کومه وعده کړے وه هغه ېٔ ترسره کړه ۔ دَ الله دَ احکامو پهٔ تعمیل کښې ېٔ هېڅ قصد نهٔ وهٔ کړے ۔
اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰیۙ۳۸
ترجمه: چې نهٔ پورته کوی هېڅ پورته کؤنکے دَ بل پېټے ، ف۳۰
ف۳۰: یعنی دَ ابراهیمؑ اؤ موسٰیؑ پهٔ صحیفو کښې دا خبره لیکلې ده چې دَ الله سره به هر سړے دَ خپل عمل ځواب پهٔ خپله کوی ، دَ یو پېټے به بل نهٔ پورته کوی ۔
وَ اَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰیۙ۳۹
ترجمه: اؤ دا چې بنیادم ته هم هغه رسی څهٔ چې ېٔ ګټلی وی ۔ ف۳۱
ف۳۱: یعنی بنیادم چې خپله څهٔ ګټه کړے وی هم هغه دَ هغهٔ ده دَ بل نیکیٔ نهٔ شی اخستې باقی کهٔ څوک پهٔ خپله خوښه دَ خپل ځنې نیک عمل ثواب بل ته وبخښی اؤ الله تعالیٰ ېٔ منظور کړی نو دا بیله خبره ده دَ دې پوره تفصیل دَ احادیثو اؤ فقهې پهٔ کتابونو کښې موجود دے ۔
وَ اَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی۪۴۰
ترجمه: اؤ دا چې دَ هغهٔ ګټه به ضرور هغهٔ ته ښیٔلے شی ،
ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰیۙ۴۱
ترجمه: بیا به هغهٔ ته بدله ورکؤلے شی پوره پوره بدله ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی هر چا ته به خپل کوشش ورمخکښې کړې شی اؤ دَ هغې پوره پوره بدله به ورکړې شی ۔
وَ اَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰیۙ۴۲
ترجمه: اؤ دا چې ستا رب طرف ته دَ ټولو ور رسېدل دی ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی ټول به آخر دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې حاضریږی اؤ هم هلته به نیکانو ته دَ نیکیٔ اجر اؤ بدانو ته دَ بدیٔ سزا ورکؤلے شی ۔
وَ اَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَ اَبْكٰیۙ۴۳
ترجمه: اؤ دا چې هم هغه (الله) ېٔ خندوی اؤ ژړوی ،
وَ اَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَ اَحْیَاۙ۴۴
ترجمه: اؤ هم هغه ېٔ مړهٔ کوی اؤ ژوندی کوی ،
وَ اَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَ الْاُنْثٰیۙ۴۵
ترجمه: اؤ دا چې هم هغهٔ پیدا کړی دی جوړې نر اؤ ښځه ۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی پهٔ دې دنیا کښې ټول متضاد اؤ متقابل څیزونه الله پیدا کړی دی ۔ دَ خیر اؤ شر ټولو خالق هم هغه دے ۔ هم هغه پهٔ خلقو دَ خوشحالیٔ حالت راولی اؤ هم هغه ورباندې دَ غم حالت راولی ۔ ژوند هم هغهٔ ورکړے دے اؤ مرګ پرې هم هغه راولی ۔ پهٔ هر قسم مخلوق کښې نران هم هغهٔ پیدا کړی دی اؤ ښځې هم ۔
مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی۪۴۶
ترجمه: دَ یو څاڅکی نه کله چې وڅڅؤلے شی ،
وَ اَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰیۙ۴۷
ترجمه: اؤ دا چې هم دَ هغهٔ پهٔ ذمه دی دوباره پورته کؤل ۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی کوم قادر ذات چې دَ اوبو دَ یو څاڅکی نه نر اؤ ښځه پیدا کړل هغهٔ ته بنیادم دوباره پیدا کؤل څهٔ ګران دی؟
وَ اَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَ اَقْنٰیۙ۴۸
ترجمه: اؤ دا چې هم هغه (الله) ورکړے دے دولت اؤ خزانه ۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی مالونه خزانې اؤ جائیدادونه هر څهٔ هغهٔ ورکړی دی ۔ اؤ ځنو عالمانو دَ ”اَقْنٰی“ معنٰی محتاج کؤل کړی دی یعنی هم هغهٔ چا ته ډېر مال دولت ورکړو اؤ څوک ېٔ فقیران کړل ۔ دَ وړاندې نه هم دغه شان دَ متقابل څیزونو بیان راځی دَ هغې سره دغه معنٰی زیاته مناسب ده ۔ اؤ کهٔ وړومبیٔ معنٰی وشی نو دَ هغې پهٔ مقابله کښې وروستو اهلاک راغلے ۔ یعنی خزانې اؤ مال دولت هم هغه ورکوی اؤ بیا غټ غټ مالدار اؤ طاقتور چې سرکشی وکړی نو تباه کوی ېٔ هم هغه ۔
وَ اَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰیۙ۴۹
ترجمه: اؤ دا چې هم هغه رب دے دَ شِعرٰی (ستوری)، ف۳۷
ف۳۷: شعرٰی یو غټ ستورې دے ۔ دَ عربو ځنو قبیلو به دَ دې ستوری عبادت کؤلو اؤ دا خیال ېٔ وهٔ چې دَ زمانې پهٔ حالاتو بدلؤلو کښې دَ دې ستوری غټ تاثیر دے نو دلته فرمائیلی شی چې دَ شعرٰی رب هم الله دے ۔ اؤ دَ دنیا حالات ټول دَ الله پهٔ قبضه اؤ اختیار کښې دی ۔ شعرٰی غریب څهٔ کؤلے شی ۔ هغه خپله دَ بل دَ حکم تابعدار دے ۔ ذاتی تاثیر ېٔ هېڅ هم نشته ۔
وَ اَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا اِ۟لْاُوْلٰیۙ۵۰
ترجمه: اؤ دا چې هم هغهٔ تباه کړی دی عاد وړومبنی ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی دَ حضرت هودؑ قوم ۔
وَ ثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰیۙ۵۱
ترجمه :اؤ ثمود نو بیا ېٔ هېڅوک باقی پرې نهٔ ښؤل (اؤ تباه ېٔ کړل)
وَ قَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَ اَطْغٰیؕ۵۲
ترجمه: دَ نوح قوم دَ دوی نه مخکښې هغوی خو وو ډېر ظالمان اؤ نافرمانه ۔ ف۳۹
ف۳۹: چې سوونو کاله ېٔ نوحؑ ته بې انتها تکلیفونه ورسؤل اؤ دَ وروستو دپاره ېٔ یوه خرابه لار جوړه کړه ۔
وَ الْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰیۙ۵۳
ترجمه: اؤ اړؤلے کلې ېٔ را وویشتو ،
فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰیۚ۵۴
ترجمه: بیا ورباندې را پرېوتو څهٔ چې را پرېوتل ۔ ف۴۰
ف۴۰: یعنی دَ کاڼیو باران ۔ (دا دَ لوطؑ دَ قوم حال دے) ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی۵۵
ترجمه: اوس به تهٔ دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه دروغ ګڼې ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ داسې مفسدانو تباه کؤل هم دَ الله احسان دے پهٔ نور مخلوق باندې نو دَ داسې نعمت به هم خلق ناشکری کوی؟
هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی۵۶
ترجمه: دا یو ویرؤنکے دے دَ وړومبو ویرؤنکیو پهٔ شان ۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی رسول اللهﷺ هم دغه شان دَ الله دَ عذاب نه خلق ویروی څنګه چې مخکښینیو پېغمبرانو ویرؤل ۔
اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُۚ۵۷
ترجمه: را ورسېدو را رسېدونکے آفت ،
لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌؕ۵۸
ترجمه: هېڅوک نشته دَ الله نه غیر دَ دې واضح ښیونکے ۔ ف۴۳
ف۴۳: یعنی قیامت نژدے شو خو صحیح وخت ېٔ دَ الله نه سوا بل چا ته نهٔ دے معلوم اؤ چې کله ېٔ وخت پوره شو نو څوک ېٔ ایسارؤلے نهٔ شی بې دَ الله نه ۔
اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَۙ۵۹
ترجمه: آیا تاسو پهٔ دې خبره حیران ییٔ ،
وَ تَضْحَكُوْنَ وَ لَا تَبْكُوْنَۙ۶۰
ترجمه: اؤ خاندیٔ اؤ ژاړیٔ نه ،
وَ اَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ۶۱
ترجمه: اؤ تاسو لوبې کویٔ ۔ ف۴۴
ف۴۴: یعنی پکار خو دا وه چې دَ قیامت دَ نژدے کېدو پهٔ خبر دَ الله دَ ویرې پهٔ ژړا شوی وې اؤ دَ ځان دَ بچ کؤلو کوشش ېٔ شروع کړے وې خو دا جاهلان غافله پراتهٔ دی ۔ دا خبرې ورته عجیبه ښکاری اؤ خندا ورپورې کوی ۔
فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَ اعْبُدُوْا۠۩۶۲
ترجمه: نو پهٔ سجده پرېوځیٔ الله ته اؤ تابعدار شیٔ ۔ ف۴۵
ف۴۵: یعنی دا دَ هوښیارو کار نهٔ دے چې دَ نصیحت اؤ خیر خواهیٔ پهٔ خبرو پورې وخاندی ۔ بلکې پکار ده چې غور و فکر پرې وکړی اؤ خپل خالق اؤ مالک ته پهٔ سجده پرېوځی ۔ تابعدار شی اؤ پهٔ سمه لار روان شی ۔
تنبیه: پهٔ احادیثو کښې راځی چې دَ سورتِ نجم پهٔ آخر کښې حضور اکرمﷺ سجده وکړه اؤ پهٔ هغه وخت چې کوم مسلمانان اؤ مشرکان موجود وو هغوی ټولو هم سجده وکړه ۔ شاه ولی الله صاحبؒ لیکلی دی چې پهٔ دغه وخت یو غیبی طاقت پهٔ زور ټول مشرکان هم پهٔ سجده کؤلو مجبور کړل ۔ صرف یو بدبخت داسې وهٔ چې هغهٔ سجده ونهٔ کړه خو دَ زمکې نه ېٔ لږه خاوره را واخسته تندې ېٔ پرې خړ کړو ، وې زما دپاره دغه هومره هم کافی ده ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الْقَمَرِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمْسٌ وَّ خَمْسُوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔
ترجمه: سورتِ قمر مکه کښې نازل شوے اؤ دَ دې پنځهٔ پنځوس (۵۵) آیتونه اؤ درے رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَ انْشَقَّ الْقَمَرُ۱
ترجمه: نژدے شو قیامت اؤ ټوټې شوه سپوږمۍ ف۱
ف۱: دَ هجرت نه مخکښې یوه شپه حضور اکرمﷺ پهٔ منٰی کښې وهٔ ، ډېر کافر هم راجمع وو هغوی دَ حضور اکرمﷺ نه دَ څهٔ معجزې مطالبه کؤله نو حضور اکرمﷺ ورته وفرمائیل پاس آسمان ته وګوریٔ ۔ چې هغوی پاس وکتل نو پهٔ آسمان کښې سپوږمۍ دوه ټوکړې شوه ۔ یوه قبلې طرف ته لاړه اؤ بله نمرخاتهٔ طرف ته ۔ دَ دواړو ترمینځه دَ غرهٔ سوکه ښکارېده چې ټولو ېٔ ښهٔ تماشه وکړه ۔ څهٔ ساعت پس بیا دواړه ټوکړې سره یو ځائې شوې ۔ کافرانو چې دا عجیبه نظاره ولیده نو وې وئیل چې محمّد صلعم یا پهٔ سپوږمۍ څهٔ جادو وکړو اؤ یا ېٔ زمونږ پهٔ نظر څهٔ جادو وکړو ۔ دې معجزې ته شَقَّ الْقَمَرُ وئیلی شی ۔ دا دَ قیامت یوه نمونه وه چې پهٔ دغه ورځ به آسمان اؤ دا نمر سپوږمۍ ټول دغه شان ټوټې ټوټې کیږی ۔ امام طحاریؒ اؤ ابنِ کثیرؒ دَ دې واقعې دَ احادیثو دَ تواتر قائل دی اؤ پهٔ هېڅ مضبوط عقلی دلیل دَ داسې واقعې محال کېدل ثابت نهٔ دی ۔ باقی دا چې دَ عقل نه بعیده ده نو دا خو دَ معجزې سره ضروری ده چې دَ عقل نه بهر خبره وی ۔ روزمره معمولی واقعاتو ته خو معجزه هېڅوک نهٔ وائی ۔
علامه عثمانیؒ فرمائی دَ دې دپاره زما هغه مستقل مضمون وګوریٔ کوم چې دَ معجزو متعلق ما پهٔ ”المحمود“ نومې رساله کښې چاپ کړے دے ۔ باقی دا خبره چې کهٔ داسې واقعه پهٔ رښتیا شوے وې نو دَ تاریخ پهٔ کتابونو کښې به ضرور موندې شوه ۔ نو یاد لریٔ چې دا واقعه دَ شپې وه اؤ دَ اختلاف دَ مطالعو پهٔ وجه به پهٔ دغه وخت ځنو ملکونو کښې ورځ وه اؤ پهٔ ځنو کښې به نیمه شپه وه ، خلق به پهٔ خوب ووده پراتهٔ وو ۔ سپوږمۍ ته چا کتل ۔ اؤ چرته کهٔ خلق بیدار وو هم خامخا چا سپوږمۍ ته کتل ۔ ډېر ځله سپوږمۍ تندر ونیسی اؤ تر ډېره وخته ېٔ نیولی وی لېکن ډېر خلق ترې خبر هم نهٔ شی ۔ ځکه چې هر څوک پهٔ خپل کار اخته وی ، سپوږمۍ ته دَ چا خیال هم نهٔ وی ۔ تندر خو ډېره وخته وی بیا هم ترېنه پهٔ لکونو خلق هډو خبر نهٔ شی اؤ دا خو لږ ساعت وهٔ نو څوک ترې خبرېدو ۔ اؤ بل دا چې پهٔ هغه زمانه کښې دَ رصدګاهانو انتظام هم نهٔ وهٔ اؤ جنتریانې هم نهٔ شائع کېدے ۔
بهرحال پهٔ زوړ تاریخ کښې دَ داسې واقعې دَ ذکر نهٔ موندو نه دا نهٔ ثابتیږی چې دا خبره دروغ ده ۔
وَ اِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَ یَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ۲
ترجمه: اؤ کهٔ دوی ووینی دَ قدرت څهٔ نخښه نو مخ واړوی اؤ وائی دا خو جادو دے پخوا راسې کیږی ف۲
ف۲: یعنی دا خو پخوا راسې دغه شان کیږی چې دَ نبوت دعوېدار دغه شان دَ جادو کارنامې ښئی نو څنګه چې هغه نبیان لاړهٔ ختم شو دغه شان دَ دهٔ دور هم ختم شی ۔
وَ كَذَّبُوْا وَ اتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَ كُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ۳
ترجمه: اؤ دروغ ېٔ ورته ووې اؤ روان شو خپلو خواهشونو پسې اؤ هر کار ایسار دے خپل وخت ته ۔ ف۳
ف۳: یعنی پهٔ دوی به هم عذاب پهٔ خپل وخت راځی دَ دوی دَ تباهیٔ دپاره چې کوم وخت مقرر دے هغه بدلېدے نهٔ شی ۔
وَ لَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌۙ۴
ترجمه: اؤ را رسېدلی دی دوی ته داسې حالات چې پکښې زورنه وه ۔ ف۴
ف۴: یعنی دَ قرآن پهٔ ذریعه دوی ته دَ تېرو قومونو پوره حالات اؤ واقعات بیان شو چې کهٔ دوی پرې غور وکړی نو دَ الله نه دَ ویرېدو پوره سامان پکښې موجود دے ۔
حِكْمَةٌۢ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُۙ۵
ترجمه: پوره دَ عقل خبره ده خو پهٔ دوی اثر نهٔ کوی ویرؤنکی نو تهٔ ترېنه واؤړه ۔ ف۵
ف۵: یعنی قرآن کریم دَ عقل اؤ حکمت دَ پخو خبرو نه ډک دے څوک چې ېٔ پهٔ روغ نیت وګوری نو زړهٔ ته پرېوځی خو پهٔ دې سنګدلو هېڅ اثر نهٔ کوی۔ نو تهٔ ېٔ هم ډېر فکر مهٔ کوه ۔ تا ورته ښهٔ نصیحت وکړو ، خپله غاړه دې خلاصه کړه چې پهٔ دوی اثر نهٔ کوی نو تهٔ ېٔ هم ډېر غم مهٔ کوه ۔ پرېږده ېٔ چې خپل ځائې ته ورسی ۔
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ١ۘ یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍۙ۶
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې ېٔ وبلی یو بلونکے یو ناشنا څیز ته ۔ ف۶
ف۶: یعنی دَ حشر میدان ته دَ حساب دپاره ۔
خُشَّعًا اَبْصَارُهُمْ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ كَاَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنْتَشِرٌۙ۷
ترجمه: ټیټې سترګې به را ووځی دَ قبرونو نه ف۷ لکه خوارهٔ وارهٔ ملخان ،
ف۷: یعنی پهٔ هغه وخت به دَ هېبته اؤ ویرې اؤ شرم پهٔ وجه سترګې ټیټې نیؤلې وی پهٔ منډه به دَ حساب ځائې ته روان وی ۔
مُّهْطِعِیْنَ اِلَی الدَّاعِ١ؕ یَقُوْلُ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا یَوْمٌ عَسِرٌ۸
ترجمه: پهٔ منډه به روان وی دَ هغې بلونکی پهٔ طرف ف۸ وائی به کافران دا خو ډېره سخته ورځ راغله ۔ ف۹
ف۸: یعنی ټول وړومبی وروستی به دَ قبرونو نه را ووځی اؤ لکه دَ ملخانو دَ سیلاب به پهٔ منډه دَ الله دربار کښې حاضریٔ ته روان وی ۔
ف۹: دَ دغې ورځې هیبت اؤ سختو حالاتو اؤ خپلو جرمونو ته چې وګوری نو وائی به دا خو ډېره سخته ورځ ده ، ګورو به چې څهٔ راسره کیږی ۔ مخکښې فرمائی دَ دې ورځ سختی خو پهٔ خپل وخت راتلونکے ده لېکن ډېرو نافرمانو باندې پهٔ دنیا کښې هم داسې سختې ورځې راغلی دی ۔
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ فَكَذَّبُوْا عَبْدَنَا وَ قَالُوْا مَجْنُوْنٌ وَّ ازْدُجِرَ۹
ترجمه: دروغ ګڼلی دی دَ دوی نه وړاندې دَ نوح قوم بیا ېٔ دروغژن ووې زمونږ بنده ته اؤ لېونے ېٔ ورته ووې اؤ وېٔ رټلو ۔ ف۱۰
ف۱۰: نوحؑ ته به ېٔ وې کهٔ تهٔ دَ دې خبرو نه نهٔ اوړې نو مونږ به دې پهٔ کاڼیو وولو ۔
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ۱۰
ترجمه: بیا هغهٔ سوال وکړو خپل رب ته زهٔ عاجز شوم نو تهٔ مې امداد وکړه ۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی سوونو کاله نصیحت کؤلو نه پس هم چې چا اسلام قبول نهٔ کړو نو الله ته ېٔ سوال وکړو چې اے الله زهٔ خو پهٔ نصیحتونو ستړې شوم خو هېڅ فائدہ ېٔ ونهٔ کړه ، اوس تهٔ دَ خپل دین امداد وکړه اؤ دَ کافرانو نه بدله واخله چې پهٔ زمکه یو کافر هم ژوندے پاتې نهٔ شی ۔
فَفَتَحْنَاۤ اَبْوَابَ السَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ٘ۖ۱۱
ترجمه: بیا مونږ پرانستې دَ آسمان دروازې دَ را بهیدونکیو اوبو دپاره ،
وَّ فَجَّرْنَا الْاَرْضَ عُیُوْنًا فَالْتَقَی الْمَآءُ عَلٰۤی اَمْرٍ قَدْ قُدِرَۚ۱۲
ترجمه: اؤ روانې مو کړې دَ زمکې نه چینې بیا راجمع شوې ټولې اوبهٔ دَ یو کار دپاره چې مقرر شوے وهٔ ۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی دومره ډېر باران وشو لکه پهٔ آسمان کښې چې دَ اوبو بند را خلاص شوے وی اؤ دَ زمکې نه دومره اوبهٔ را ووتې لکه چې ټوله زمکه چینې چینې شوے وی دَ پورته اؤ ښکته دا ټولې اوبهٔ دَ هغې کار دپاره راجمع شوې کوم چې دَ مخکښې نه مقرر کړے وهٔ یعنی دَ نوحؑ دَ قوم تباهی ۔
وَ حَمَلْنٰهُ عَلٰی ذَاتِ اَلْوَاحٍ وَّ دُسُرٍۙ۱۳
ترجمه: اؤ هغه (نوح) مو سور کړو دَ لرګیو اؤ میخونو پهٔ (کشتۍ)،
تَجْرِیْ بِاَعْیُنِنَا١ۚ جَزَآءً لِّمَنْ كَانَ كُفِرَ۱۴
ترجمه: بهېده زمونږ دَ سترګو دَ وړاندې ۔ ف۱۳ دَ بدلې اخستو دپاره دَ هغه چا نه چې دَ هغهٔ قدر ېٔ نهٔ وهٔ کړے ۔ ف۱۴
ف۱۳: یعنی دَ دې هیبتناک طوفان پهٔ مینځ کښې دَ نوحؑ کشتۍ ډېره پهٔ حفاظت زمونږ پهٔ نګرانیٔ کښې دَ اوبو پهٔ سر روانه وه ۔
ف۱۴: یعنی دَ نوحؑ دَ اخلاص اؤ نصیحت قدر ېٔ ونهٔ کړو اؤ دَ الله دَ حکم منلو نه ېٔ انکار وکړو ۔ نو دا سزا ېٔ وخوړه ۔
وَ لَقَدْ تَّرَكْنٰهَاۤ اٰیَةً فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ۱۵
ترجمه: اؤ دا مو پرېښوده یوه نښه بیا شته څوک فکر کؤنکے ۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی دَ عفو کؤنکیو دپاره پهٔ دې واقعه کښې دَ عبرت ډېرې نښې دی اؤ یا ېٔ دا مطلب دے چې نن سبا پهٔ سندونو کښې کومې کشتۍ چې ګرځی اؤ تاسو ترې فائده اخلیٔ دا کشتۍ دَ نوحؑ واقعه خلقو ته بیا بیا یادوی ۔ اؤ دَ الله تعالیٰ دَ عظیم قدرت یوه نښه ده اؤ ځنو مفسرینو لیکلی دی چې دَ نوحؑ هغه کشتۍ ډېره موده پهٔ جودؔی غرهٔ باندې پرته وه دَ دې اُمت خلقو هم لیدلے وه ۔ والله اعلم ۔
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَ نُذُرِ۱۶
ترجمه: نو څنګه وهٔ زما عذاب اؤ زما ویرؤل ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی ومو کتل زما عذاب څومره سخت اؤ زما ویرؤل څومره رښتیا وهٔ ۔
وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ۱۷
ترجمه: اؤ مونږ آسان کړو قرآن دَ پوهې دپاره نو شته څوک فکر کؤنکے ۔ ف۱۷
ف۱۷: یعنی دَ قرآن نه نصیحت حاصلؤل اؤ دَ قرآن پهٔ خبرو پوهېدل ډېر آسان دی خو هله چې څوک ورباندې سوچ وکړی اؤ دَ ځان پوهه کؤلو اراده وکړی۔
تنبیه: دَ آیت مطلب دا نهٔ دے چې قرآن هسې یو سرسری غوندې آسان کتاب دے اؤ باریکه خبره یا ګران علمی مضامین پکښې نشته ۔ دَ هغې علیم اؤ خبیر الله دَ کلام متعلق داسې ګومان هم نهٔ شی کېدے ۔ آیا الله چې دَ بندیانو سره خبرې کوی نو (معاذ الله) دَ خپل غیر متناهی علمونو نه خالی شی؟ داسې هرګز نهٔ ده بلکې دَ الله کلام دَ هغه باریکو اؤ ګرانو علمی مضامینو نه ډک دے کوم چې دَ بل چا پهٔ کلام کښې لټول بې کاره دی ۔ ځکه حدیث شریف دے ۔ لَا تَنْقَضِیْ عَجَائِبُهٗ (دَ قرآن رازونه اؤ عجائبې خبرې هېچرې نهٔ ختمیږی)
دَ اُمت عالمانو دَ قرآن پهٔ باریکیو لټؤلو اؤ دَ قرآن نه پهٔ زرګونو احکامو را ویستو کښې خپل ټول عمرونه ختم کړل ، بیا ېٔ هم کار خلاص نهٔ کړې شو ۔
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَ نُذُرِ۱۸
ترجمه: تکذیب وکړو عاد نو څنګه وهٔ زما عذاب اؤ ویرؤل ،
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْ یَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّۙ۱۹
ترجمه: مونږ ور واستؤله پهٔ هغوی تېزه سیلۍ پهٔ یو سپېره ورځ چې روانه وه ۔ ف۱۸
ف۱۸: شاه صاحبؒ لیکلی دی سپېرهٔ والې ېٔ ختم نهٔ شو تر څو چې ېٔ ټول تباه کړی نهٔ وو ۔ اؤ دَ ورځې سپېرهٔ والې یواځې دَ دغه قوم دپاره وهٔ دا نه چې دا ورځ دَ همېشه دپاره اؤ دَ هر چا دپاره سپېره ده ۔ لکه دَ جاهلانو خیال چې دے، اؤ کهٔ دغه ورځ دَ عذاب راتلو پهٔ وجه سپېره وی نو بیا پهٔ دنیا کښې بختوره ورځ کومه پاتې شوه ۔ قرآن کریم خو صفا وائی چې دا عذاب ووهٔ (۷) شپې اؤ اتهٔ ورځې برابر جاری وهٔ ۔ نو دَ هفتې کومه ورځ دَ سپېرهٔ والی نه بچ پاتې شوه ۔
تَنْزِعُ النَّاسَ١ۙ كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنْقَعِرٍ۲۰
ترجمه: غورزؤل به ېٔ خلق لکه دَ کجورې مونډان ویستلی شوی ۔ ف۱۹
ف۱۹: دَ عاد قوم خلق ډېر دنګ لوړ اؤ مضبوط وو خو دَ سیلۍ چپې به داسې پهٔ زمکه را وویشتل لکه دَ کجورې دَ مونډ چې جړې پرېکړې شوی وی اؤ ایله پهٔ دیکه پهٔ درز راپرېوځی ۔
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَ نُذُرِ۲۱
ترجمه: نو څنګه وهٔ زما عذاب اؤ زما ویرؤل ،
وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ۠۲۲
ترجمه: اؤ مونږ آسان کړو قرآن دَ پوهې دپاره نو شته څوک سوچ کؤنکے ،
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِالنُّذُرِ۲۳
ترجمه: دروغژن ووې ثمود ویرؤنکیو ته (پېغمبرانو ته) ف۲۰
ف۲۰: یعنی دَ ثمود قوم دَ خپل پېغمبر صالحؑ تکذیب وکړو اؤ دَ یو پېغمبر تکذیب دَ ټولو تکذیب دے ځکه چې بنیادی خبرې دَ ټولو آسمانی دینونو یو دی ۔
فَقَالُوْۤا اَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهٗۤ١ۙ اِنَّاۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ وَّ سُعُرٍ۲۴
ترجمه: نو وېٔ وې آیا زمونږ پهٔ شان یو وزرې سړے ، دَ دهٔ تابعداری به کوؤ مونږ ۔ بیا خو به مونږ سخته پهٔ غلطه اؤ سودایان یو ۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی څهٔ دَ آسمان نه فرښته نهٔ ده راکوزه شوے ۔ زمونږ پهٔ شان بنده دے اؤ هغه هم یواځې ۔ هېڅ لښکر اؤ ملاتړ ورسره نشته ۔ نو مونږ دومره لوئے قوم دَ داسې یو وزری سړی تابعداری ولې وکړو ۔ دا خو به زمونږ سخته غلطی اؤ کم عقلتیا وی ۔ دې خو مونږ ویروی کهٔ زما تابعداری نهٔ کویٔ نو پهٔ اور کښې به پرېوځیٔ اؤ حقیقت دا دے کهٔ مونږ ستا تابع شو نو ځان مو دَ خپله لاسه تباه کړو ۔
ءَاُلْقِیَ الذِّكْرُ عَلَیْهِ مِنْۢ بَیْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ اَشِرٌ۲۵
ترجمه: آیا راغلو نصیحت یواځې پهٔ دهٔ باندې پهٔ مونږ ټولو کښې ۔ نه بلکې دې ډېر دروغژن دے لوئی کؤنکے ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی پهٔ دومره لوئے قوم کښې پېغمبریٔ دپاره یو دې پاتې وهٔ ۔ (دا غټ غټ سرداران چرته لاړل) صفا دروغ وائی اؤ هسې ځان لویه وی چې زهٔ الله پېغمبر کړے یم اؤ ټول قوم زما تابع شی ۔
سَیَعْلَمُوْنَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْاَشِرُ۲۶
ترجمه: اوس به خبر شی سبا ته چې څوک دے دروغژن لوئی کؤنکے ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی ډېر ژر به خبر شی چې دروغژن و ډائی ګر څوک دی اؤ رښتونے څوک دے ۔
اِنَّا مُرْسِلُوا النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَ اصْطَبِرْ٘۲۷
ترجمه: مونږ استوؤ اوښه دَ دوی دَ ازمیښت دپاره ف۲۴ نو تهٔ دوی ته ګوره اؤ صبر کوه ۔ ف۲۵
ف۲۴: یعنی څنګه چې دوی معجزه غواړی مونږ ورته دَ کاڼی نه اوښه را وباسو دَ دوی دَ ازمېښت دپاره چې څوک پهٔ خپله وعده پوره کوی ، ایمان راؤړی اؤ څوک بې لوظه کیږی ۔
ف۲۵: یعنی تهٔ صبر کوه ګوره چې نتیجه ېٔ څهٔ راوځی ۔
وَ نَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌۢ بَیْنَهُمْ١ۚ كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ۲۸
ترجمه :اؤ دوی خبر کړه چې اوبهٔ تقسیم دی پهٔ دوی هر یو ته پهٔ خپل وار تلهٔ پکار دی ۔ ف۲۶
ف۲۶: شاه صاحبؒ لیکلی دی دغه اوښه چې به کوم طرف ته اوبو ته تله نو دَ کلی نور څاروی به دَ هغه ځایه دَ هغې دَ ویرې تښتېدل ۔ نو بیا الله پاک ورته وار مقرر کړو ۔ یوه ورځ به اوښه یو طرف ته څر ته اؤ اوبو ته تله اؤ دَ کلی څاروی به بل طرف ته ۔
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ۲۹
ترجمه: بیا آواز وکړو هغوی خپل ملګری ته بیا هغهٔ ګذار وکړو نو ښپې ېٔ ورلره پرېکړې ۔ ف۲۷
ف۲۷: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې پهٔ دې کلی کښې یو ناکاره ښځه وه دَ هغې څاروی ګڼ وو اؤ دَ اوښې دَ لاسه تنګه شوه نو یو خپل اشنا ېٔ دې اوښې وژلو ته تیار کړو ۔ یوه ورځ چې اوښې پهٔ چینه اوبو څښلو ته ګوډې ماتې کړې نو هغهٔ ېٔ اول وروستو ښپې پهٔ توره ووهلې چې را پرېوته نو بیا ېٔ پرې نور ګوذارونه وکړهٔ مړه ېٔ کړه ۔
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَ نُذُرِ۳۰
ترجمه: نو بیا څنګه وهٔ زما عذاب اؤ زما ویرؤل ،
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ۳۱
ترجمه: مونږ را واستؤله پهٔ دوی یوه کریکه بیا پراتهٔ وو لکه مېده شوے غنې ۔ ف۲۸
ف۲۸: فرښتې پهٔ زوره یوه کریکه وویسته دَ ټولو زړونه وچاؤدل پهٔ خپل خپل ځائې مړهٔ ډیری شو لکه جاړې چې چا ریبلی وی اؤ پهٔ هغه ځائې ورستې شوے وی ۔
وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ۳۲
ترجمه: مونږ آسان کړو قرآن دَ پوهې دپاره نو شته څوک سوچ کؤنکے؟
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ۳۳
ترجمه: دروغژن ووې دَ لوط قوم ویرؤنکیو (پېغمبرانو) ته ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی دَ لوطؑ تکذیب ېٔ وکړو اؤ دَ یو پېغمبر تکذیب دَ ټولو تکذیب دے ۔
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ١ؕ نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍۙ۳۴
ترجمه: نو مونږ ور واستؤله پهٔ دوی کاڼی ورؤنکی سیلۍ بې دَ لوط دَ کورنۍ نه چې هغوی مو بچ کړل پهٔ آخره شپه کښې،
نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا١ؕ كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ۳۵
ترجمه: پهٔ خپل فضل ، هم دغه شان بدله ورکوؤ څوک چې حق ومنی ، ف۳۰
ف۳۰: یعنی هغه دَ شپې پهٔ آخری پار کښې دَ کوره ووتو اؤ دَ عذاب نه صفا بچ شو ۔ دغه زمونږ طریقه ده چې شکرګذارو ته دغه شان بدله ورکوؤ ۔
وَ لَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ۳۶
ترجمه: اؤ البته ویرؤلی وو هغهٔ زمونږ دَ ګرفت نه بیا ېٔ هېره کړه هغه ویره ۔ ف۳۱
ف۳۱: یعنی دَ هغهٔ پهٔ خبرو کښې ېٔ هسې بې ځایه شکونه کؤل اؤ جګړې ېٔ را پورته کؤلے ۔
وَ لَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَ نُذُرِ۳۷
ترجمه: اؤ دَ هغهٔ نه ېٔ غوښتل دَ هغهٔ میلمانهٔ نو مونږ ورکې کړې دَ هغوی سترګې نو اوس څکیٔ زما عذاب اؤ زما ویرؤل ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی فرښتې چې دَ ښائسته هلکانو پهٔ شکل ړاغلے وې دې قوم دَ بنیادمو پهٔ خیال دَ خپل ناکاره عمل دپاره قبضه کؤلے ۔ نو مونږ ترې نظر واخستو ۔ اخوا دېخوا ېٔ ټکړې خوړې اؤ څهٔ لیدل نه ۔ اؤ بیا مو پرې عذاب راوستو چې اوس دَ دې خوند وڅکیٔ ۔
وَ لَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّۚ۳۸
ترجمه: اؤ راغلو پهٔ دوی سحر وختی مقرر شوے عذاب ،
فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَ نُذُرِ۳۹
ترجمه: نو اوس څکیٔ زما عذاب اؤ زما ویرؤل ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی دَ ړندؤلو نه پس مو ېٔ دَ کلی زمکه پهٔ بل مخ واړؤله بیا مو پرې دَ کاڼیو باران وکړو ۔ (دَ دوی دَ عمل دغه سزا ده)
وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ۠۴۰
ترجمه: اؤ مونږ آسان کړو قرآن دَ پوهې دپاره نو شته څوک سوچ کؤنکے ،
وَ لَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُۚ۴۱
ترجمه: اؤ راغلو فرعونیانو ته ویرؤنکے ۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی موسٰیؑ اؤ هارونؑ اؤ دَ هغوی معجزې ۔
كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ۴۲
ترجمه: بیا هغوی دروغ وګڼلې زمونږ ټولې نښانې نو مونږ را ونیؤل دَ یو زبردست قابو کؤنکی پهٔ رانیوؤ ۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی دَ الله نیؤل دَ یو داسې زبردست نیؤل دی چې څوک ترې خلاصېدے نهٔ شی ۔ وګوریٔ دَ فرعون قوم ېٔ څنګه غرق کړو یو کس هم ترې بچ نهٔ شو ۔
اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِۚ۴۳
ترجمه: نو اوس پهٔ تاسو کښې چې کوم منکران دی آیا دا ښهٔ دی دَ هغو ټولو نه اؤ کهٔ تاسو دپاره خلاصې لیکلے شوے دے پهٔ پاڼو کښې ،
اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ۴۴
ترجمه: آیا دوی دا وائی چې مونږ ټول یوه ډله یو بدله اخستونکی ۔ ف۳۶
ف۳۶: دَ تېرو قومونو واقعاتو اورؤلو نه پس اوس موجوده کافرانو ته خطاب دے چې اے کافرانو آیا تاسو دَ هغه کافرانو نه ښهٔ ییٔ چې هغه الله تباه کړل اؤ تاسو به نهٔ تباه کوی اؤ کهٔ تاسو ته دَ الله دَ طرف نه داسې پروانه درکړې شوے ده چې کهٔ تاسو هر څنګه شرارت کویٔ سزا به نهٔ درکیږی ۔ اؤ کهٔ دَ ستاسو دا خیال دے چې زمونږ جمع ګڼه ده اؤ چې ټول دَ یو بل امداد کؤو نوڅوک راباندې غالب کېدے نهٔ شی ۔ دَ هر چا نه بدل اخستے شو ۔
سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَ یُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ۴۵
ترجمه: اوس به ماتې وخوری دغه جمع اؤ پهٔ شا به وتښتی ۔ ف۳۷
ف۳۷: یعنی ژر به ورته دَ خپلې جمعې حقیقت معلوم شی ۔ کله چې دَ مسلمانانو سره مقابله راشی نو پهٔ شا به تښتی ، شکست به خوری لکه دَ بدر اؤ احزاب دَ جنګ پهٔ موقع چې ورته معلومه شوه پهٔ هغه وخت دَ نبی کریمﷺ پهٔ خلهٔ هم دَ دغې آیت تلاوت جاری وهٔ ۔ سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَ یُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۔
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَ السَّاعَةُ اَدْهٰی وَ اَمَرُّ۴۶
ترجمه: بلکې قیامت دے دَ دوی دَ وعدې وخت اؤ دغه وخت ډېر دَ تباهیٔ اؤ ډېر تریخ دے ۔ ف۳۸
ف۳۸: یعنی دا څهٔ شکست دے دَ دوی اصلی شکست خو هغه دے چې دَ قیامت ورځ راشی اؤ دوی پهٔ سخت مصیبت اخته شی ۔
اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّ سُعُرٍۘ۴۷
ترجمه: بېشکه مجرمان پهٔ غلطیٔ کښې پراتهٔ دی اؤ پهٔ سودا کښې ۔
یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ١ؕ ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ۴۸
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به راښکلی شی اور ته پړ مخې ، څکیٔ دَ اور خوند ، ف۳۹
ف۳۹: یعنی پهٔ دنیا کښې خو دَ عیش و آرام پهٔ نشو مست ییٔ دا نشه به مو دَ سر نه پهٔ هغه وخت کوزه شی چې پړمخې دوزخ ته راښکلی شیٔ اؤ درته ووئیلی شی چې اوس دَ دې مزه وڅکیٔ ۔
اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ۴۹
ترجمه: مونږ هر شے جوړ کړے دے پهٔ اندازه ۔ ف۴۰
ف۴۰: یعنی هره واقعه چې اوس راځی دَ الله پهٔ علم کښې دَ ازل نه دَ هغې یو وخت مقرر دے ۔ دَ دنیا عمر اؤ دَ قیامت ورځ دَ هغهٔ پهٔ علم کښې مقرر دی دَ هغې نه یوه ذره وړاندې وروستو کېدے نهٔ شی ۔
وَ مَاۤ اَمْرُنَاۤ اِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍۭ بِالْبَصَرِ۵۰
ترجمه: اؤ زمونږ کار خو یکدم دے لکه دَ سترګو رپ ف۴۱
ف۴۱: یعنی دَ څهٔ څیز پهٔ جوړؤلو یا ورانؤلو زمونږ څهٔ وخت نهٔ لګی ، هر کار دَ سترګو پهٔ رپ کښې کیږی ۔
وَ لَقَدْ اَهْلَكْنَاۤ اَشْیَاعَكُمْ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ۵۱
ترجمه: اؤ مونږ تباه کړی دی ستاسو ملګری نو آیا شته څوک سوچ کؤنکے ۔ ف۴۲
ف۴۲: یعنی دَ ستاسو غوندې ډېر کافران مونږ مخکښې تباه کړی دی نو پهٔ تاسو کښې دومره عقل هم نشته چې دَ دې واقعاتو نه عبرت واخلیٔ اؤ خپل ځان دَ تباهیٔ نه بچ کړیٔ ۔
وَ كُلُّ شَیْءٍ فَعَلُوْهُ فِی الزُّبُرِ۵۲
ترجمه: اؤ کوم کار چې دوی کړے دے لیکلے شوے دے پهٔ پاڼو کښې ، ف۴۳
ف۴۳: یعنی دَ بنیادم هر نیک اؤ بد عمل دَ هغهٔ پهٔ عملنامه کښې لیکلے شی ۔ پهٔ خپل وخت به ورته ټول مسل مخې ته کېښوې شی ۔
وَ كُلُّ صَغِیْرٍ وَّ كَبِیْرٍ مُّسْتَطَرٌ۵۳
ترجمه: اؤ هر یو وړوکے اؤ غټ کار لیکلے شوے دے ۔ ف۴۴
ف۴۴: یعنی واړهٔ اؤ لوی ټول کارونه اؤ هر شے دَ مخکښې نه پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلے پروت دے ۔ ټول دفتر باقاعده مرتب دے هېڅ شے ترې اخوا دېخوا کېدے نهٔ شی ۔
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّ نَهَرٍۙ۵۴
ترجمه: بېشکه پرهیزګار پهٔ باغونو کښې دی اؤ نهرونو کښې ،
فِیْ مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیْكٍ مُّقْتَدِرٍ۠۵۵
ترجمه: ناست پهٔ رښتونی مجلس کښې دَ داسې بادشاه پهٔ خوا کښې چې پهٔ هر څهٔ ېٔ قبضه ده ۔ ف۴۵
ف۴۵: دَ مجرمانو دَ انجام نه پس اوس دَ پرهیزګارو حال بیانیږی چې دَ خپل اخلاص اؤ صداقت پهٔ برکت به دَ الله اؤ رسولﷺ دَ رښتونے وعدو موافق پهٔ ډېر اعلیٰ مقام کښې وی ، دَ حقیقی بادشاه قرب به ورته حاصل وی ۔ (اَلّٰهُمَّ اجْعَلْنَا مِنْهُمْ)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الرَّحْمٰنِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانٌ وَّ سَبْعُوْنَ اٰیَۃً وَّ ثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔
ترجمه: سورتِ الرحمان مدینه کښې نازل شوے اؤ دَ دې اتهٔ اویا (۷۸) آیتونه اؤ درے رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
اَلرَّحْمٰنُۙ۱
ترجمه: رحمان
عَلَّمَ الْقُرْاٰنَؕ۲
ترجمه: وښیٔلو قرآن ف۱
ف۱: اؤ دغه دَ الله پهٔ نعمتونو کښې یو غټ نعمت اؤ دَ هغهٔ پهٔ رحمتونو کښې یو لوئے رحمت دے ۔ دَ بنیادم توان اؤ طاقت ته وګوریٔ اؤ دَ قرآن دَ علمِ عظیم دریاب ته نظر وکړیٔ ۔ بېشکه دَ انسان غوندې کمزورے هستیٔ ته دَ آسمانونو اؤ غرونو دَ وزن نه زیات دروند څیز پورته کؤلو طاقت ورکؤل هم دَ رحمان کار دے ۔ ګنی چرته بنده اؤ چرته دَ الله کلام۔
تنبیه: پهٔ سورتِ نجم کښې وئیلی شوی وو عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی دلته ېٔ صفا وښیٔل چې دَ قرآن اصلی معلّم الله دے اګرچې دا تعلیم ېٔ دَ فرښتې پهٔ واسطه ورکړے دے ۔
خَلَقَ الْاِنْسَانَۙ۳
ترجمه: پیدا ېٔ کړو بنیادم ،
عَلَّمَهُ الْبَیَانَ۴
ترجمه: بیا ېٔ ورته وښیلې خبرې ۔ ف۲
ف۲: ایجاد (څهٔ شی ته وجود ورکؤل) دَ الله تعالیٰ یو لوئے نعمت بلکې دَ نعمتونو جړه اؤ بنیاد دے دَ ایجاد دوه قسمه دی (۱) ایجؔاد دَ ذات اؤ (۲) ایجؔاد دَ صفات۔ الله تعالیٰ بنیادم ته ژوند وکړو اؤ ورسره ېٔ دَ بیان طاقت هم ورکړو چې دَ خپل زړهٔ خبره ډېره پهٔ ښهٔ طریقه اؤ صفا صفا بل ته وښئی اؤ دَ بل پهٔ خبره ځان پوهه کړی ۔ دَ دغې طاقت پهٔ ذریعه بنیادم زده کؤلے اؤ بل ته ښودلے شی ۔ دَ خیر اؤ شر ، هدایت اؤ ګمراهیٔ ، ایمان اؤ کفر ، دنیا اؤ آخرت پهٔ خبرو خپله هم پوهیږی اؤ بل هم پوهؤلے شی ۔
اَلشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ۪۵
ترجمه: نمر اؤ سپوږمۍ دپاره یو حساب دے مقرر ۔ ف۳
ف۳: یعنی دَ نمر سپوږمۍ دواړو ختل پرېوتل ، کمېدل زیاتېدل یا پهٔ یو حالت پاتې کېدل اؤ دَ دوی پهٔ ذریعه دَ موسمونو بدلېدل اؤ پهٔ فصلونو اثر پرېوتل ۔ دا هر څهٔ پهٔ یو خاص حساب اؤ پهٔ خاص قانون اؤ قاعدو کیږی ۔ دَ نمر سپوږمۍ هېڅ مجال نشته چې دَ خپلې دائرې نه قدم بهر کړی یا دَ خپل خالق اؤ مالک دَ حکم منلو نه انکار وکړی ۔ الله تعالیٰ چې ورته دَ خپلو بندیانو کوم خدمت حواله کړے دے شپه ورځ پهٔ هغې کښې لګیا دی ۔ هېڅ ناراسته نهٔ کوی ۔
وَّ النَّجْمُ وَ الشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ۶
ترجمه: اؤ ځېلۍ اؤ ونې پهٔ سجده پرېوتے دی ۔ ف۴
ف۴: یعنی دَ آسمانی څیزونو پهٔ شان دَ زمکې ټول څیزونه هم دَ خپل مالک تابعدار دی ۔ واړهٔ بوټی اؤ ځېلۍ پهٔ زمکه خورې دی اؤ وچتې ونې هم هر وخت حکم منلو ته تیارې ولاړې دی ۔ دَ بنیادم دَ کوم کار دپاره چې الله پیدا کړی دی پهٔ هغې کښې هېڅ وخت انکار نهٔ کوی ۔
وَ السَّمَآءَ رَفَعَهَا وَ وَضَعَ الْمِیْزَانَۙ۷
ترجمه: اؤ آسمان ېٔ وچت کړو ، اؤ یٔښې ېٔ ده تله ،
اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ۸
ترجمه: چې تاسو زیاتے ونهٔ کړیٔ پهٔ تله کښې ،
وَ اَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَ لَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ۹
ترجمه: اؤ برابر تول کویٔ پهٔ انصاف سره اؤ کمے مهٔ کویٔ پهٔ تول کښې ۔ ف۵
ف۵: دَ بره نه دوه څیزونه جوړه جوړه راتلل ۔ دلته هم دَ آسمان دَ وچتوالی سره وروستو دَ زمکې دَ خوروالی بیان دے ۔ دَ دې ترمینځه دَ تلې ذکر شاید ځکه وشو چې دَ تول پهٔ وخت کښې دَ تلې دواړه پلونه (چابړی) دَ آسمان اؤ زمکې ترمینځه اویزان وی دا مطلب پهٔ هغه وخت کښې دے چې دَ میزان نه دغه ظاهری دَ تول تله مراد شی ۔ پهٔ دې پورې هم دَ دنیا ډېرې معاملې اؤ دَ خلقو ډېر حقونه تړلی دی نو هدایت وشو چې دَ تلې کښېښو اصل غرض هله پوره کېدے شی چې تول پهٔ انصاف سره ښهٔ پوره پوره وشی ۔ نهٔ دَ اخستو پهٔ وخت زیاتے وشی اؤ نهٔ دَ ورکړې پهٔ وخت کمے اؤ دَ تلې پهٔ دواړو پلونو اؤ دَ تول پهٔ کاڼیو کښې هم څهٔ کمے زیاتے نهٔ وی اؤ دَ تول پهٔ وخت هم دَ تلې ډنډۍ نېغه وساتلې شی اؤ پوره انصاف اؤ ایمانداریٔ سره تول وشی ۔
تنبیه: اکثرو مفسرانو دَ وضع میزان مطلب عدل قائمؤل اخستې دے ، یعنی الله تعالیٰ خو دَ آسمان نه تر زمکې هر شے پهٔ عدل و انصاف اؤ پوره پوره توازن اؤ تناسب سره پیدا کړو ۔ کهٔ دا عدل اؤ توازن نهٔ وی نو دَ دنیا ټول نظام به ګډ وډ شی ۔ نو بندیانو ته هم پکار دی چې خپلو کښې ټولې معاملې پهٔ عدل و انصاف سره کوی چې دَ انصاف پهٔ تله کښې کمے زیاتے رانهٔ ولی ، نهٔ دَ چا نه زیات اخلی اؤ نهٔ کم ورکړی ۔ حدیث شریف دے چې زمکه اؤ آسمانونه پهٔ عدل ولاړ دی ۔
وَ الْاَرْضَ وَ ضَعَهَا لِلْاَنَامِۙ۱۰
ترجمه: اؤ زمکه ېٔ وغوړؤله دَ خلقو دپاره ۔ ف۶
ف۶: زمکه ېٔ خوره کړے ده چې خلق ورباندې پهٔ آرام ګرځی اؤ خپل کارونه کوی ۔
فِیْهَا فَاكِهَةٌ١۪ۙ وَّ النَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِۖ۱۱
ترجمه: پهٔ دې کښې مېوې دی اؤ کجورې چې ورباندې غلافونه پراتهٔ دی ،
وَ الْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَ الرَّیْحَانُۚ۱۲
ترجمه: اؤ غله چې ورسره بوس دی اؤ خوشبویه ګلونه ۔ ف۷
ف۷: یعنی مېوې هم دَ زمکې نه پیدا کیږی اؤ غله هم خو پهٔ غله کښې دوه څیزونه دی ۔ دانه ېٔ دَ بنیادمو خوراک دے اؤ بوس ېٔ دَ څاروؤ پهٔ کار راځی ۔ اؤ ځنی څیزونه دَ زمکې نه داسې هم پیدا کیږی چې دَ خوراک پهٔ کار نهٔ راځی لېکن دَ هغې دَ خوشبوییٔ نه بنده فائده اخلی لکه ګلونه اؤ نورې خوشبوییٔ ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۱۳
ترجمه: نو دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ف۸
ف۸: یعنی اے دَ پېریانو اؤ بنیادمو ډلو پهٔ پورتنو آیتونو کښې چې دَ ستاسو دَ رب کوم عظیم الشان نعمتونه بیان شو اؤ دَ قدرت کومې عظیمې نښې درته وښودلې شوې پهٔ دې کښې به دَ کومو کومو څیزونو نه انکار کویٔ ۔ آیا دا څیزونه داسې دی چې تاسو ترې انکار وکړې شیٔ اؤ دروغ ورته وواییٔ ۔ عالمانو دَ یو صحیح حدیث پهٔ بنا وئیلی دی چې کله څوک دا آیت فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ واؤری نو پهٔ ځواب کښې دې ووائی لَا بِشَیْءٍ مِّنْ نِعَمِكَ رَبَّنَا نُکَذِّبُ فَلَكَ الْحَمْدُ ۔
(مونږ دَ خپل رب دَ یو نعمت هم تکذیب نهٔ کوؤ ټول تعریفونه دَ ستا دی اے ربه)
تنبیه: دَ دې نه مخکښې خو دَ پیریانو ذکر څرګند نهٔ وهٔ راغلے لېکن پهٔ (اَنَام) کښې جنات هم شامل وو ۔ دَ دې نه مخکښې وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنَ کښې هم دَ دواړو ذکر وهٔ ۔ اؤ پهٔ دې آیت پسې متصل بل آیت کښې دَ بنیادم اؤ پیریانو دَ پیدائش حقیقت بیان شوے دے اؤ څو آیاته پس سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِۚ کښې اؤ پهٔ یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ کښې پهٔ صراحت سره جن و انس دواړه مخاطب دی نو پهٔ دغه دلیلونو دلته هم دَ کُما ضمیر نه دغه دواړه مراد دی ۔
خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِۙ۱۴
ترجمه: جوړ ېٔ کړو بنیادم دَ ټنګېدلې خټې نه لکه کودرے (ټیکرے) ،
وَ خَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍۚ۱۵
ترجمه: اؤ پیدا ېٔ کړل پېریان دَ اور دَ لمبې نه ۔ ف۹
ف۹: یعنی دَ ټولو بنیادمو نیکهٔ آدمؑ ېٔ دَ خټې نه پیدا کړو اؤ دَ ټولو پېریانو نیکهٔ ېٔ دَ اور لنبې نه پیدا کړو ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۱۶
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ۔ ف۱۰
ف۱۰: دَ آلاء ترجمه اکثر نعمت کیږی خو ابن جریرؒ دَ ډېرو مشرانو نه قدرت نقل کړے دے نو پهٔ کوم ځائې کښې چې کومه معنٰی زیاته مناسب وی هغه غوره کؤل پکار دی ۔ دلته اؤ دَ دې نه مخکښې آیتونو کښې دواړه معنٰی ګانې کېدے شی ځکه چې پیریانو اؤ بنیادمو ته ژوند ورکؤل اؤ عقل فکر ورکؤل دَ الله پاک یو لوئے نعمت دے ۔ اؤ دَ هغهٔ دَ قدرتونو یوه غټه نخښه هم ده ۔ دا جمله فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ پهٔ دې سورت کښې یو دیرش (۳۱) شله راغلے ده ۔ اؤ پهٔ هر یو خاص نعمت یا دَ الله پاک دَ قدرت یوې خاصې نخښې ته اشاره ده ۔ دا قسم تکرار دَ عربو اؤ عجمو پهٔ ادیبانه کلام کښې ډېر موندے شی (اؤ دَ کلام خوند پرې زیاتیږی) علامه عثمانیؒ فرمائی: ډېره موده وشوه ما پهٔ ”القاسم“ رساله کښې پهٔ دې عنوان چې قرآن کښې تکرار ولې دے یو مضمون چاپ کړے وهٔ پهٔ هغې کښې مې دَ تکرار پهٔ حکمت بحث کړے وهٔ اؤ دَ عربو دَ شاعرانو دَ کلام نه مې دَ دې مثالونه پیش کړی وو ۔ لېکن دلته دَ تفصیل موقع نشته ۔
رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَ رَبُّ الْمَغْرِبَیْنِۚ۱۷
ترجمه: مالک دَ دوؤ نمر ختیزو اؤ دَ دوؤ لوئیدیزو ۔ ف۱۱
ف۱۱: نمر چې راخیژی نو هره ورځ دَ راختو ځائې بدلوی ۔ پهٔ اوړی کښې چې خاصې نکتې ته اورسی نو بیا را واپس شی بل طرف ته ځائې بدلوی اؤ چې پهٔ دې طرف ژمی کښې یو خاصې نکتې ته ورسی نو بیا دَ اوړی طرف ته واپس شی ۔ نو دا دَ راختو پهٔ طرف یوه نکته دَ اوړی اؤ یوه نکته دَ ژمی دَ کوم نه چې نمر واپس کیږی دوه مشرقه شو دغه شان دَ ډوبېدو حال هم دے نو دَ اوړی دَ ډوبېدو آخری نکته اؤ دَ ژمی دَ ډوبېدو آخری نکته دا دوه مغربه شو دَ دغې مشرقینو اؤ مغربینو دَ تبدیلیٔ پهٔ وجه موسمونه بدلیږی اؤ فصلونه بدلیږی اؤ دَ دې تبدیلیٔ نه دَ زمکې وسیدونکی ډېرې ډېرې فائدې اخلی ۔ دغه تبدیلی هم دَ الله پاک لوئے نعمت اؤ دَ هغهٔ دَ عظیم قدرت یوه نخښه ده ۔
تنبیه: دَ دې آیت نه وړاندې اؤ وروستو تر لرې لرې دَ دوؤ دوؤ څیزونو جوړه بیان شوے دے نو پهٔ دې موقع مشرقین اؤ مغربین کښې یو خاص لطف دے۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۱۸
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو ،
مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِۙ۱۹
ترجمه: روان ېٔ کړل دوه دریابونه چې بهیږی سره سره ،
بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِۚ۲۰
دَ دې دواړو ترمینځه یو پرده ده چې پهٔ یو بل زیاتے ونهٔ کړی ، ف۱۲
ف۱۲: یعنی داسې نهٔ کیږی چې خوږې یا تروې اوبهٔ پهٔ یو بل غلبه وکړی اؤ دَ بل خاصیت بالکل ورک کړی اؤ دواړه یو ځائې شی اؤ دنیا غرقه کړی ، دَ دې متعلق څهٔ تفصیل دَ سورتِ فرقان پهٔ آخر کښې تېر شوے دے ۔ هلته ېٔ وګوریٔ ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۲۱
ترجمه: بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجَانُۚ۲۲
ترجمه: چې را ووځی دَ دې دواړو نه ملغلرې اؤ مرجان ،
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۲۳
ترجمه: بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
وَ لَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَـٰٔتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِۚ۲۴
ترجمه: اؤ هم دَ هغهٔ دی جهازونه پهٔ دریاب کښې وچت وچت ولاړ لکه دَ غرونو ۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی کشتۍ اؤ جهازونه اګرچې پهٔ ظاهره تاسو جوړ کړی دی لېکن خپله تاسو الله جوړ کړی ییٔ اؤ دا عقل فکر اؤ دا سازو سامان ، الله درکړے دے نو تاسو اؤ ستاسو دَ جوړو کړیو څیزونو ټولو خالق اؤ مالک هغه یو ذاتِ باری دے اؤ دا ټول دَ هغهٔ نعمتونه اؤ دَ هغهٔ دَ قدرت نخښې دی۔
تنبیه: دا جمله دَ وړومبیٔ جملې یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجَانُۚ مقابل ده ۔ یعنی دَ دریاب پهٔ ویخ کښې دغه نعمتونه دی اؤ دَ سر دپاسه ېٔ دغه نعمتونه دی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۠۲۵
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍۚۖ۲۶
ترجمه: هر څهٔ چې پهٔ دې زمکه دی ټول فنا کېدونکی دی ،
وَّ یَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَ الْاِكْرَامِۚ۲۷
ترجمه: اؤ باقی به پاتې وی یو ذات ستا دَ رب چې دَ ډېر عزت اؤ لوییٔ مالک دے ۔ ف۱۴
ف۱۴: یعنی دَ زمکې اؤ آسمانونو ټول مخلوق دَ حال یا قال پهٔ ژبه خپل حاجتونه دَ الله نه غواړی (هېڅوک ترې مستغنی نشته) اؤ هغه دَ خپل حکمت اؤ مصلحت مناسب دَ هر چا حاجت ترسره کوی ، هر وخت دَ هغهٔ جدا جدا کار اؤ هره ورځ یو نوے شان دے ۔ چا ته ژوند ورکؤل ، څوک مړهٔ کؤل ، چا ته صحت ورکؤل ، څوک ناجوړه کؤل ، چا ته ورکؤل ، چا نه اخستل ، چا ته لږ ورکؤل ، چا ته ډېر ورکؤل (اؤ دغه شان نور) دا ټول دَ الله تعالیٰ شانونه دی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۲۸
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍۚ۲۹
ترجمه: دَ هغهٔ نه غواړی څوک چې پهٔ آسمانونو کښې اؤ زمکه کښې دی ، هره ورځ دَ هغهٔ یو نوے شان دے ۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی دَ دنیا دا کارونه ډېر ژر ختمېدونکی دی ۔ دَ دې نه پس به بل دور شروع کیږی ۔ دَ پېریانو اؤ بنیادمو دواړو ډلو دَ عملونو حساب به کیږی ۔ مجرمانو ته به پوره پوره سزا ورکؤلے شی اؤ نیکانو ته اجرونه اؤ نعمتونه ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۳۰
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِۚ۳۱
ترجمه: مونږ به ډېر ژر تاسو ته اوزګار شو اے دوؤ درنو قافلو (بنیادم اؤ پېریان)
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۳۲
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ فَانْفُذُوْا١ؕ لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍۚ۳۳
ترجمه: اے دَ پیریانو اؤ بنیادمو ډلو کهٔ تاسو نه کېدے شی چې پهٔ تېښته ووځیٔ دَ آسمانونو اؤ زمکې دَ غاړو نه نو وتښتیٔ تاسو نهٔ شیٔ وتے بې سنده ۔ ف۱۶
ف۱۶: یعنی دَ الله دَ حکومت نه کهٔ څوک تښتېدل غواړی نو بغیر دَ طاقت اؤ غلبې به څنګه وتښتی ، اؤ دَ الله سره دَ چا زور طاقت رسی ۔ اؤ بیا کهٔ تښتی نو ځی به چرته ، دَ الله نه علاوه دَ بل چا جهان چرته دے چې هلته به لاړ شی ۔ اؤ بله دا چې دَ دنیا واړهٔ واړهٔ حکومتونه بې اجازته اؤ بې راهداریٔ څوک دَ خپل حکومت نه وتو ته یا خپل حکومت ته راننوتو ته نهٔ پرېږدی ۔ نو دَ الله دَ حکومت نه به څوک بې سنده اؤ بې اجازته څنګه وځی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۳۴
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ، ف۱۷
ف۱۷: یعنی داسې صفا ستره خبره کؤل اؤ پهٔ ښهٔ بد ښهٔ پوهه کؤل هم دَ الله تعالیٰ لوئے نعمت دے نو آیا تاسو دَ دې نعمت قدر نهٔ کویٔ؟ اؤ دَ الله تعالیٰ دا عظیم قدرت دروغ ګڼیٔ ۔
یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ١ۙ۬ وَّ نُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِۚ۳۵
ترجمه: را پرېښوې به شی پهٔ تاسو شغلې دَ صفا اور دَ لوګی ګډ اؤ بیا به تاسو بدله نهٔ شیٔ اخستے ۔ ف۱۸
ف۱۸: یعنی کوم وخت چې کافران پهٔ صفا سُتره اور اؤ دَ لوګی نه ډک اور کښې اچؤلے شی ۔ هېڅوک به نهٔ وی چې دې نهٔ ېٔ خلاص کړې شی یا ېٔ بدله واخستے شی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۳۶
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ۔ ف۱۹
ف۱۹: مجرمانو ته سزا ورکؤل هم دَ وفادارو پهٔ حق کښې انعام دے اؤ خلق دَ دې سزا نه خبرؤل چې دَ ګناه کؤلو نه منع شی اؤ دَ سزا نه ځان بچ کړی بل احسان دے ۔
حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی: هر آیت کښې یو نعمت ښودلے شوے دے ځنې پهٔ خپله نعمت دے اؤ دَ ځنو خبر ورکؤل نعمت دے چې دَ سزا نه ځان بچ کړی ۔
فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِۚ۳۷
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې آسمان وشلیږی اؤ شی سور ګلابی ۔ ف۲۰
ف۲۰: دَ قیامت پهٔ ورځ چې آسمان وشلیږی اؤ ټوټې شی نو رنګ به ېٔ داسې تک سور شی لکه سره څرمن یا لکه دَ ښوانهٔ دَ تیلو ویخ ۔ اؤ دا به ډېر سخت دَ هیبت وخت وی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۳۸
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّ لَا جَآنٌّۚ۳۹
ترجمه: بیا پهٔ دغه ورځ تپوس نشته دَ ګناه دَ هغهٔ دَ چا بنیادم نه اؤ نهٔ پیری نه ف۲۱
ف۲۱: یعنی دَ چا بنیادم یا پیری نه به دَ هغهٔ دَ ګناهونو تپوس نهٔ کیږی ځکه چې الله پاک ته به دَ مخکښې نه هر څهٔ معلوم وی ۔ البته دَ زورنې دپاره به ترېنه تپوس کیږی (چې دا کارونه مو ولې کؤل) یا دا چې قبرونو نه راوتو پهٔ وخت کښې ترې تپوس نهٔ کیږی اؤ کهٔ وروستو ترې کیږی نو هغه دَ دې آیت منافی نهٔ دے ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۴۰
ترجمه: بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ تاسو دواړه ،
یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَ الْاَقْدَامِۚ۴۱
ترجمه: پېژندې به شی ګناهګار خپل مخ نه ف۲۲ بیا به نیوې شی دَ تندی دَ ویښتو نه اؤ دَ ښپو نه ۔ ف۲۳
ف۲۲: یعنی دَ تور سوی رنګ اؤ دَ هیبته ورانو سترګو نه به خپله مجرم معلومیږی لکه دَ مؤمن پیژندګلی چې به دَ اودس دَ اندامونو اؤ سجده کښې لګېدونکیو اندامونو دَ رڼا نه کیږی ۔
ف۲۳: یعنی څوک به ېٔ دَ سر دَ ویښتو نه نیولی وی اؤ څوک به ېٔ دَ ښپو نه نیولی وی ، دوزخ ته به ېٔ راکاږی یا دا چې هر مجرم ته به ېٔ پښتیٔ ماتې کړی وی ، سر به ېٔ ورته دَ ښپو سره یو ځائې کړے پهٔ زنځیرونو تړلې وی اؤ دغه شان راغونډ کړے به ېٔ اور ته وغورزوی (اؤ دا هم کېدے شی چې یوے فرښتې دَ سر دَ ویښتو نه اؤ بلې دَ ښپو نه نیولی وی اؤ دغه شان ډانګه ډولۍ ېٔ اور ته اولی ۔ مترجم)
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۴۲
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ۔
هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَۘ۴۳
ترجمه: دا هغه دوزخ دے چې دروغ ګڼلو ګناهګارو ۔ ف۲۴
ف۲۴: پهٔ هغه وخت به ورته ووئیلی شی چې دا هغه دوزخ دے چې تاسو دروغ ګڼلو ۔
یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَ بَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍۚ۴۴
ترجمه: ګرځی به دَ دې (اور) اؤ دَ یشېدلو اوبو ترمینځه ۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی کله به دَ اور عذاب وی اؤ کله به دَ یشېدلو اوبو ۔ (الله پاک ترې ټول مسلمانان وساته)
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۠۴۵
ترجمه: بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
وَ لِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِۚ۴۶
ترجمه: اؤ څوک چې وویرېدو دَ خپل رب پهٔ دربار کښې ودرېدو نه دَ هغهٔ دپاره دوه باغونه دی ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی چا سره چې پهٔ دنیا کښې دا ویره وه چې یوه ورځ به دَ الله دربار کښې حاضریږو اؤ دَ عمل حساب به راسره کیږی اؤ دَ دې ویرې نه ېٔ ځان دَ ګناهونو نه بچ کؤلو اؤ پوره پرهیزګاریٔ سره پهٔ سمه لار روان وو دَ هغوی دپاره دلته دوه لوی لوی باغونه دی چې صفت ېٔ مخکښې آیتونو کښې راځی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۙ۴۷
ترجمه: بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍۚ۴۸
ترجمه: دَ ګورو څانګو باغونه ف۲۷
ف۲۷: یعنی مختلف قسمه میوه دار بوټی به وی پکښې چې څانګې به ېٔ دَ پاڼو اؤ مېوؤ نه ډکې اؤ ښې ګورې وی اؤ دروند سیورې به ېٔ وی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۴۹
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِۚ۵۰
ترجمه: پهٔ دې دواړو باغونو کښې دوه چینې روانې دی ۔ ف۲۸
ف۲۸: یعنی داسې چینې چې هېڅ وخت ېٔ اوبهٔ نه کمیږی اؤ نهٔ وچیږی ، همېشه جاری وی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۵۱
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِۚ۵۲
ترجمه: پهٔ دې دواړو کښې به قسم قسم مېوې وی ،
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۵۳
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍۭ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ١ؕ وَ جَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍۚ۵۴
ترجمه: ډډې وهلی به ناست وی پهٔ داسې بچاؤڼو چې استرونه به ېٔ دَ غټو رېښمو وی ف۲۹ اؤ مېوې به دَ هغې باغونو راښکته وی ۔ ف۳۰
ف۲۹: چې استر ېٔ دَ غټو رېښمو وی نو دَ مخ کپړه به ېٔ څومره اعلیٰ اؤ قیمتی وی؟
ف۳۰: دَ ونو څانګې به دَ ډېرې مېوې دَ زوره راښکته شوی وی اؤ دَ مېوې راشوکؤل به خواری نهٔ غواړی ۔ پهٔ ناستې ولاړې پروتی هر حالت کښې به ېٔ راخستے شی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۵۵
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ١ۙ لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَ لَا جَآنٌّۚ۵۶
ترجمه: پهٔ دې کښې به ښائسته جینکۍ وی چې سترګې به ېٔ (دَ حیا نه) ښکته نیولی وی ، لاس به نهٔ وی ور وړې دَ دې نه وړومبے چا بنیادم اؤ نهٔ پیری ۔ ف۳۱
ف۳۱: یعنی نهٔ ورته چا لاس ور وړې دے اؤ نهٔ هغوی دَ خپلو خاوندانو نه علاوه بل چا ته سترګې پورته کوی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۚ۵۷
ترجمه: نو دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَ الْمَرْجَانُۚ۵۸
ترجمه: (دا جینکۍ) به داسې وی لکه یاقوت اؤ مرجان ۔ ف۳۲
ف۳۲: یعنی داسې ښائسته اؤ خوش رنګه به وی لکه یاقوت اؤ مرجان ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۵۹
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُۚ۶۰
ترجمه: نشته دَ نیکیٔ بله بدله بغیر دَ نیکیٔ نه ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی دَ ښهٔ عبادت بدله دَ ښهٔ اجر نه علاوه بل څهٔ شے کېدے شی؟ دې جنتیانو پهٔ دنیا کښې دَ الله پاک عبادت پهٔ ډېر اخلاص اؤ ښهٔ شان سره کړے وهٔ نو الله تعالیٰ ورته بدله هم ډېره ښهٔ ورکړه ۔ دومره ښهٔ چې بنده ېٔ پهٔ دنیا کښې تصوّر هم نهٔ شی کؤلے ۔ لکه الله پاک خپله فرمائی: فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّاۤ اُخْفِیَ لَهُمْ مِّنْ قُرَّةِ اَعْیُنٍ ۔ (سورتِ سجده ، رکوع ۲)
(یعنی هېڅ بنده ته نهٔ دی معلوم چې مونږ دَ هغهٔ دَ سترګو یخؤلو دپاره څهٔ څهٔ نعمتونه پټ ساتلی دی)
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۶۱
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
وَ مِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِۚ۶۲
ترجمه: اؤ دَ دې دوؤ نه علاوه نور دوه باغونه دی ۔ ف۳۴
ف۳۴: شاید چې مخکښینی دوه باغونه دَ مقربینو دپاره وو ۔ دا دوه دَ ښی اړخ دَ کسانو دپاره دی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۙ۶۳
ترجمه: نو دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
مُدْهَآ مَّتٰنِۚ۶۴
ترجمه: دا باغونه پاخهٔ شنهٔ دی لکه تور، ف۳۵
ف۳۵: شین والې چې ډېر زیات اؤ پوخ وی نو تور غوندې ښکاری (چې مونګی شین ورته وئیلی شی)
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۚ۶۵
ترجمه :نو دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِۚ۶۶
ترجمه: پهٔ دې دواړو کښې چینې غولۍ وهی ،
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۶۷
ترجمه: نو دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّ نَخْلٌ وَّ رُمَّانٌۚ۶۸
ترجمه: پهٔ دې باغونو کښې مېوې دی اؤ کجورې اؤ انار ۔ ف۳۶
ف۳۶: لېکن دغه انار اؤ کجورې دَ دنیا دَ انار اؤ کجورو پهٔ شان نهٔ دی دَ هغې حقیقت یو الله ته معلوم دے ۔ خوند اؤ کیفیت ېٔ ټول جدا دے ، تش دَ نوم اؤ دَ شکل شراکت دے ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۚ۶۹
ترجمه: نو دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
فِیْهِنَّ خَیْرٰتٌ حِسَانٌۚ۷۰
ترجمه: پهٔ دې ټولو باغونو کښې ښې جینکۍ دی ښائسته ۔ ف۳۷
ف۳۷: یعنی ښائسته هم دی اؤ نیک خویه هم ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۚ۷۱
ترجمه: نو دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِۚ۷۲
ترجمه: حورې دی (بندې) ناستې پهٔ خیمو کښې ف۳۸
ف۳۸: دَ دې نه معلومیږی چې دَ ښځې اصل صفت کور دننه پهٔ پرده کښې وسېدل دی ۔
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۚ۷۳
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَ لَا جَآنٌّۚ۷۴
ترجمه: لاس نهٔ دے ور وړې دې حورو ته وړومبے نهٔ چا بنده اؤ نهٔ پیری ،
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِۚ۷۵
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَّ عَبْقَرِیٍّ حِسَانٍۚ۷۶
ترجمه: ډډې وهلی به ناست وی پهٔ شنو تختونو اؤ ښائسته قیمتی بچاؤڼو ،
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ۷۷
ترجمه: نو بیا دَ خپل رب کوم کوم نعمتونه به دروغ ګڼیٔ ،
تَبٰرَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِی الْجَلٰلِ وَ الْاِكْرَامِ۠۷۸
ترجمه: ډېر برکتی دے ستا دَ رب نوم چې دَ ډېرې لوییٔ اؤ عزت مالک دے ۔ ف۳۹
ف۳۹: چا چې پهٔ خپلو وفادارو بندیانو داسې انعامونه اؤ احسانونه کړی دی ، اؤ کهٔ څوک فکر وکړی نو دَ دې ټولو نعمتونو اصل خوبی دَ الله تعالیٰ دَ نوم پهٔ برکت ده ۔ هم دَ هغهٔ پهٔ پاک نوم اخستو بندیانو ته دا نعمتونه حاصلیږی ۔ نو دَ کوم ذات پاک دَ نوم چې دومره برکت دے نو هغه ذات به دَ څومره برکتونو خاوند وی ۔ (اللّٰهم اغفرلنا و ارحمنا)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الْوَاقِعَۃِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ سِتٌّ وَّ تِسْعُوْنَ اٰیَۃً وَّثَلٰثُ رُکُوْعَاتٍ ۔
ترجمه: سورتِ واقعه مکّه کښې نازل شوے اؤ دَ دې شپږ نوی (۹۶) آیتونه اؤ درے رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُۙ۱
ترجمه: کله چې راشی هغه راتلونکے وخت (قیامت)
لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌۘ۲
ترجمه: نشته دَ هغې پهٔ راتلو کښې څهٔ دروغ ف۱
ف۱: یعنی کله چې هغه عظیمه واقعه (قیامت) راشی نو هله به پته ولګی چې دا خبره دروغ نهٔ وه رښتیا وه اؤ کله چې دَ هغې دَ راتلو وخت پوره شی نو نهٔ به ېٔ بیا څوک ایسارؤلے شی اؤ نهٔ به ېٔ واپس کؤلے شی ۔ اؤ څوک چې دا وعده کوی چې مونږ به بیا نهٔ ژوندی کیږو دَ هغو دعوې به دروغ ثابتې شی اؤ کهٔ څوک به تشو خبرو دَ دې ورځې سختی اؤ اهمیت کمؤل غواړی نو نهٔ به ېٔ شی کمؤلے ۔
خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌۙ۳
ترجمه: (دا وخت) ښکته کؤنکے دے (دَ کفارو پهٔ دوزخ کښې) پورته کؤنکے دے (دَ نیکانو جنت ته) ، ف۲
ف۲: یعنی ځنی خلق به ښکته غورزوی دوزخ ته اؤ ځنی به پورته خیژوی جنّت ته ۔ ډېر کسان چې پهٔ دنیا کښې لوی لوی متکبّر اؤ مغرور سرداران ګڼلی شو هغوی به دَ دوزخ ټولو نه ښکته درجو ته وغورزؤلے شی اؤ اسفل سافلین ته به ورسی ۔ اؤ ډېر هغه نیکان خلق چې پهٔ دنیا کښې دَ تواضع پهٔ وجه کمزوری ګڼلی شو هغوی به دَ خپل ایمان اؤ نیک عمل پهٔ برکت دَ جنّت ټولو نه وچتو درجو ته وخیژی اؤ اعلیٰ مقامات به حاصل کړی ۔
اِذَا رُجَّتِ الْاَرْضُ رَجًّاۙ۴
ترجمه: کوم وخت چې ولړزیږی زمکه پهٔ لړزا ،
وَّ بُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّاۙ۵
ترجمه: اؤ چوری چوری شی غرونه ریزه ریزه شی ،
فَكَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّاۙ۶
ترجمه: اؤ بیا شی الوتونکے ګرد ف۳
ف۳: یعنی پهٔ زمکه به سخته زلزله راشی ټوله زمکه به وجړکیږی ، غرونه به چوری چوری شی اؤ لکه دَ ګردو غبار به پهٔ هوا کښې والوزی ۔
وَّ كُنْتُمْ اَزْوَاجًا ثَلٰثَةًؕ۷
ترجمه: اؤ تاسو شیٔ درے قسمه (ډلې) ف۴
ف۴: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ به خلق درے قسمه وی ، دوزخیان اؤ عام جنّتیان اؤ خاص الله ته نژدے کسان چې دَ جنّت پهٔ ډېرو وچتو درجو کښې به وی مخکښې دَ درے واړو وچتو درجو پوره تفصیل راځی ۔
فَاَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ١ۙ۬ مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِؕ۸
ترجمه: نو دَ ښی طرف والا څهٔ ښهٔ دی دَ ښی طرف والا ۔ ف۵
ف۵: یعنی کوم خلق چې دَ عرش عظیم نه ښی طرف ته ولاړ دی اؤ څوک چې دَ میثاق پهٔ ورځ دَ آدمؑ ښی اړخ نه راوتی وو اؤ چا ته چې به عملنامه پهٔ ښی لاس ورکؤلے شی اؤ فرښتې به ورته دَ ښی طرف نه راځی ۔ دَ دوی دَ خوبیٔ اؤ برکت به څهٔ تپوس کویٔ (ډېر خوش قسمته اؤ بختور کسان دی) دَ معراج پهٔ شپه رسول اللهﷺ هم دَ دغه خلقو پهٔ باره کښې فرمائیلی وو چې آدمؑ به ښی طرف ته وکتل نو وبه ېٔ خندل اؤ چې ګس طرف ته به ېٔ وکتل نو وبه ېٔ ژړل ۔
وَ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ١ۙ۬ مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِؕ۹
ترجمه: اؤ دَ ګس طرف والا څهٔ ناکاره دی دَ ګس طرف خلق ۔ ف۶
ف۶: دا خلق دَ میثاق پهٔ ورځ دَ آدمؑ دَ ګس اړخ نه راوتی وو دَ عرش نه به ګس اړخ ته ولاړ وی اؤ فرښتې به عملنامه پهٔ ګس لاس ورکوی اؤ فرښتې به ېٔ نیؤلو ته دَ ګس طرف نه راځی ۔ دَ دوی دَ بدبختیٔ به څهٔ تپوس کویٔ ۔ (ډېر بدبخته دی)
وَ السّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَۚۙ۱۰
ترجمه: اؤ وړومبی خو وړومبی دی ۔
اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَۚ۱۱
ترجمه: دا خلق دی عزتمند ۔
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ۱۲
ترجمه: دَ نعمتونو پهٔ باغونو کښې ۔ ف۷
ف۷: یعنی کوم چې پهٔ علمی کمالونو اؤ نیکو عملونو ، تقوٰی اؤ پرهیزګاریٔ کښې دَ ښی اړخ دَ کسانو نه هم وړاندې شوی دی ، دوی الله تعالیٰ ته پهٔ قرب اؤ عزت کښې هم دَ ټولو نه زیات دی ۔ (اؤ دا پېغمبران ، رسولان اؤ شهیدان دی چې الله ته دَ ټولو نه ډېر نژدے دی)
ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَۙ۱۳
ترجمه: ګڼ دی دَ وړومبیو نه ،
وَ قَلِیْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَؕ۱۴
ترجمه: اؤ لږ دی دَ وروستیو نه ۔ ف۸
ف۸: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې دَ اوّلین نه مراد دی وړومبی اُمّتونه اؤ دَ آخرین نه اُمّتِ محمّدیﷺ مراد دے اؤ کېدے شی چې دَ دواړو نه هم دغه اُمتِ محمّدیﷺ مراد دی ۔ یعنی اعلیٰ درجه پرهیزګار دَ اُمت پهٔ وړومبیو خلقو کښې ( دَ حضورﷺ زمانې ته نژدے) ډېر دی اؤ پهٔ وروستو کښې لږ دی ۔ (تنبیه) اکثرو مفسرانو دا دواړه مطالبه بیان کړی دی خو ابنِ کثیرؒ دویٔم مطلب ته ښهٔ وئیلی دی اؤ روحِ المعانی دَ طبرانی نه یو حدیث دَ ابوبکره پهٔ روایت نقل کړے دے چې حضور اکرمﷺ دَ دې آیت متعلق فرمائیلی دی۔ هُمَا جَمِیْعًا مِّنْ هٰذِهِ الْاُمَّةِ (یعنی دا دواړه ډلې هم دَ دې اُمت دی اؤ ابنِ کثیرؒ یو دریٔم مطلب هم بیان کړے دے ۔ (علامه عثمانیؒ فرمائی) زما دغه مطلب ډېر خوښ دے ۔ هغه فرمائی چې دَ هر اُمت پهٔ وړومبیٔ ډله کښې دَ خپل نبی دَ مجلس پهٔ برکت دَ اعلیٰ درجې پرهیزګار ډېر وی ، پهٔ وروستو ډلو کښې بیا دومره پرهیزګاری نهٔ وی ۔ لکه چې دَ حضورﷺ ارشاد دے:
”خَیْرُ الْقُرُوْنِ قَرْنِیْ ثُمَّ الَّذِیْنَ یَلُوْنَهُمْ ثُمَّ الَّذِیْنَ یَلُوْنَهُمْ “ الخ
(یعنی بهترینه زمانه زما زمانه ده ، بیا چې کومه ورپسې ده ۔ الخ)
عَلٰی سُرُرٍ مَّوْضُوْنَةٍۙ۱۵
ترجمه: ناست دی پهٔ جړاؤ کړی تختونو ۔ ف۹
ف۹: چې دَ سرو زرو پاڼې ورباندې ختلی وی ۔
مُّتَّكِـِٕیْنَ عَلَیْهَا مُتَقٰبِلِیْنَ۱۶
ترجمه: ډډې وهلی یو بل ته مخامخ ۔ ف۱۰
ف۱۰: یعنی تختونه به پهٔ غونډه دائره کښې پهٔ داسې طریقه لګېدلی وی چې دَ هېچا به بل ته شا نهٔ راځی ټول به یو بل ته مخامخ وی ۔
یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَۙ۱۷
ترجمه: ګرځوی ورباندې هلکان همېشه وسیدونکی ۔ ف۱۱
ف۱۱: یعنی دَ خدمت دپاره به ځلمی هلکان وی چې ټول عمر به هم دغه شان ځلمی وی ۔
بِاَكْوَابٍ وَّ اَبَارِیْقَ١ۙ۬ وَ كَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍۙ۱۸
ترجمه: صراحۍ اؤ کوزې اؤ کاسې دَ چاڼ کړی شرابو ،
لَّا یُصَدَّعُوْنَ عَنْهَا وَ لَا یُنْزِفُوْنَۙ۱۹
ترجمه: چې نهٔ ترې سر خوږې راځی اؤ نهٔ اوتې بوتې ۔ ف۱۲
ف۱۲: یعنی دَ چاڼ کړی صفا شرابو ولې به پکښې روانې وی ۔ څومره چې څوک څښی ، نهٔ به ورباندې سر ګرځوی نهٔ به الټیٔ ور ولی اؤ نهٔ به پهٔ نشه کښې اوتې بوتې وائی ځکه چې هغې کښې به نشه نهٔ وی صرف خوند اؤ کیف به وی ۔
وَ فَاكِهَةٍ مِّمَّا یَتَخَیَّرُوْنَۙ۲۰
ترجمه: اؤ مېوې دی کومې چې ېٔ خوښې وی ،
وَ لَحْمِ طَیْرٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَؕ۲۱
ترجمه: اؤ دَ مارغانو غوښه ده کوم قسم چې ېٔ زړهٔ غواړی ۔ ف۱۳
ف۱۳: یعنی کوم وخت چې ېٔ کومه مېوه خوښه وی یا کوم قسم غوښې ته ېٔ زړهٔ کیږی هغه به ورته بې تکلیفه حاضره وی ۔
وَ حُوْرٌ عِیْنٌۙ۲۲
ترجمه: اؤ دَ غټو غټو سترګو ښائسته جینکۍ دی ،
كَاَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُوْنِۚ۲۳
ترجمه: لکه ملغلرې پهٔ غلاف کښې پټې ۔ ف۱۴
ف۱۴: یعنی داسې به صفا ستره وی لکه پهٔ غلاف کښې پټه ملغلره چې هېڅ ګرد غبار پرې نهٔ وی پرېوتې ۔
جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ۲۴
ترجمه: بدله دَ هغه (نیکو) کارونو چې دوی کؤل ،
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّ لَا تَاْثِیْمًاۙ۲۵
ترجمه: نهٔ به اوری هلته فضول خبرې اؤ نهٔ دَ ګناه خبرې ،
اِلَّا قِیْلًا سَلٰمًا سَلٰمًا۲۶
ترجمه: بس خو یوه خبره سلام سلام ۔ (به اوری دَ هر طرف نه) ف۱۵
ف۱۵: یعنی هلته به څوک فضول خبرې نهٔ کوی ۔ نهٔ به څوک غیبت کوی اؤ نهٔ به پهٔ چا تهمت لګوی ۔ بس جنّتیان به خپلو کښې هم یو بل سره سلام علیک کوی اؤ فرښتې به هم ورباندې دَ هر طرف نه سلام وائی ۔ اؤ دَ الله سلام به ورته هم رسوی اؤ دغه دَ جنتیانو دپاره یو غټ عزت دے ۔ دَ سلام ډېروالی کښې دې طرف ته اشاره ده چې اوس به هر قسم تکلیف اؤ غم نه محفوظ وی اؤ پهٔ امن اؤ سلامتیا به ژوند تېروی ۔ دې نه پس نهٔ مرګ شته اؤ نهٔ فنا ۔
وَ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ١ۙ۬ مَاۤ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِؕ۲۷
ترجمه: اؤ دَ ښی طرف خاوندان څهٔ به وائے دَ ښی طرف دَ خاوندانو ،
فِیْ سِدْرٍ مَّخْضُوْدٍۙ۲۸
ترجمه: وسی به دَ بېرې دَ ونو پهٔ جنګۍ کښې ف۱۶ چې اغزی به پکښې نهٔ وی ،
ف۱۶: دَ قسم قسم مېوؤ نه به ډکې وی ۔
وَّ طَلْحٍ مَّنْضُوْدٍۙ۲۹
ترجمه: اؤ دَ یو بل دپاسه پرتې کیلې ،
وَّ ظِلٍّ مَّمْدُوْدٍۙ۳۰
ترجمه: اؤ درانهٔ سیوری ف۱۷
ف۱۷: نهٔ به پکښې دَ نمر تاؤ وی نهٔ ډېره ګرمی اؤ نهٔ ډېره یخنی اؤ نهٔ به تیارهٔ وی بس دَ صبحِ صادق نه پس اؤ نمر ختو نه مخکښې چې څنګه رڼا وی دغه شان رڼا به وی اؤ هر وخت به سېورے سېورے وی ۔
وَّ مَآءٍ مَّسْكُوْبٍۙ۳۱
ترجمه: اؤ روانې اوبهٔ ،
وَّ فَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍۙ۳۲
ترجمه: اؤ مېوې ډېرې ډېرې ،
لَّا مَقْطُوْعَةٍ وَّ لَا مَمْنُوْعَةٍۙ۳۳
ترجمه: چې نهٔ ېٔ ختمېدل شته اؤ نهٔ بندیز ۔ ف۱۸
ف۱۸: دومره چې شماره قسمونه مېوې به وی چې پهٔ دنیا کښې به ېٔ چا نوم هم نهٔ وی اورېدلے ۔ دومره ډېرې به وی اؤ پهٔ هر موسم کښې به وی چې چرې به نهٔ ختمیږی اؤ نهٔ به ېٔ جنتیانو ته پهٔ راخستو کښې څهٔ رکاوټ وی ۔
وَّ فُرُشٍ مَّرْفُوْعَةٍؕ۳۴
ترجمه: اؤ بچاؤڼې وچتې ۔ ف۱۹
ف۱۹: یعنی ډېر غټ فرشونه به وی اؤ ډېر وچت ، پهٔ ظاهر کښې هم اؤ دَ مرتبې پهٔ لحاظ هم ۔
اِنَّاۤ اَنْشَاْنٰهُنَّ اِنْشَآءًۙ۳۵
ترجمه: مونږ راپورته کړی دی جینکۍ پهٔ بهتر راپورته کؤلو ،
فَجَعَلْنٰهُنَّ اَبْكَارًاۙ۳۶
ترجمه: بیا مو کړې پېغلې ،
عُرُبًا اَتْرَابًاۙ۳۷
ترجمه: مینه ناکې همزولې ،
لِّاَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ٢ؕ۠۳۸
ترجمه: دَ ښی طرف خلقو دپاره ۔ ف۲۰
ف۲۰: یعنی حورې یا دَ دنیا ښځې کومې چې به جنّتیانو ته پهٔ جنت کښې ورکؤلے شی دَ هغوی پیدائش به دَ الله پهٔ قدرت داسې شوے وی چې همېشه به ښائسته اؤ ځوانې وی چې دَ بنده به ورته بې اختیاره مینه کیږی ټولې به پهٔ خپلو کښې هم همزولی وی اؤ دَ سړیو سره به ېٔ هم دَ عمر انداز مناسب وی ۔ (ډېر مشر اؤ ډېر کشر به پکښې نهٔ وی)
ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَۙ۳۹
ترجمه: ډېر دی دَ وړومبیو نه
وَ ثُلَّةٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَؕ۴۰
ترجمه: اؤ ډېر دی دَ وروستو نه ۔ ف۲۱
ف۲۱: یعنی اصحابِ یمین پهٔ مخکښینیو کښې هم ډېر دی اؤ پهٔ وروستنیو کښې هم ډېر دی ۔ (دَ اولین اؤ آخرین نه دلته هم یا وړومبی اُمتونه اؤ دا اُمت مراد دی اؤ یا دَ اوّلین نه دَ دې هغه کسان مراد دی کوم چې دَ رسول اللهﷺ زمانې ته نژدے دی اؤ دَ آخرین نه هغه کوم چې وروستی دی)
وَ اَصْحٰبُ الشِّمَالِ١ۙ۬ مَاۤ اَصْحٰبُ الشِّمَالِؕ۴۱
ترجمه: اؤ دَ ګس طرف خلق ، څهٔ خلق دے دَ ګس طرف ،
فِیْ سَمُوْمٍ وَّ حَمِیْمٍۙ۴۲
ترجمه: پهٔ تیز تاؤ کښې اؤ یشېدلې اوبو کښې ،
وَّ ظِلٍّ مِّنْ یَّحْمُوْمٍۙ۴۳
ترجمه: اؤ دَ لوګی به سېوری کښې ،
لَّا بَارِدٍ وَّ لَا كَرِیْمٍ۴۴
ترجمه: چې نهٔ یخ دے اؤ نهٔ دَ عزت ۔ ف۲۲
ف۲۲: یعنی دَ دوزخ دَ اور نه به تور لوګے خیژی اؤ دوزخیان به دَ هغې پهٔ سېوری کښې ناست وی خو دا سېورے نهٔ یخ دے اؤ نهٔ دَ عزت ځائې دے یعنی نهٔ به ورته څهٔ جسمانی آرام رسی اؤ نهٔ روحانی بلکې سپک ، ذلیل به وی اؤ پهٔ تاؤ کښې به ورتیږی ۔ دا ېٔ دَ هغې دنیاوی خوشحالیٔ اؤ غرور نتیجه ده دَ کوم پهٔ نشه کښې چې ېٔ دَ الله اؤ رسولﷺ سره ضد اؤ دشمنی کؤله ۔
اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُتْرَفِیْنَۚۖ۴۵
ترجمه: دا خلق وو دَ دې نه وړومبے خوشحاله ،
وَ كَانُوْا یُصِرُّوْنَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیْمِۚ۴۶
ترجمه: اؤ ضد ېٔ کؤلو پهٔ غټه ګناه ۔ ف۲۳
ف۲۳: هغه غټه ګناه کفر اؤ شکر دے اؤ دَ نبیانو تکذیب کؤل اؤ دَ دروغو قسمونه خوړل اؤ دا وئیل چې دوباره ژوند اؤ حساب نشته لکه چې ارشاد دے: وَ اَقْسَمُوْا بِاللهِ جَھْدَ اَیْمَانِهِمْ لَا یَبْعَثُ اللهُ مَنْ یَّمُوْتُ ۔ (اؤ دوی پهٔ الله کلک قسمونه خوری چې دوباره به نهٔ ژوندی کیږی څوک چې مړهٔ شی) ۔
وَ كَانُوْا یَقُوْلُوْنَ١ۙ۬ اَىِٕذَا مِتْنَا وَ كُنَّا تُرَابًا وَّ عِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَۙ۴۷
ترجمه: اؤ وئیل به ېٔ چې کوم وخت مړهٔ شو اؤ خاورې اؤ هډوکی شو نو آیا مونږ به بیا پورته کؤلے شو ۔
اَوَ اٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ۴۸
ترجمه: اؤ آیا زمونږ مخکښینی پلاران اؤ نیکونه ۔ (به هم پورته کؤلے شی) ف۲۴
ف۲۴: یعنی څوک چې زمونږ نه هم پهٔ زمانو مخکښې مړهٔ دی آیا هغه ټول به بیا ژوندی کؤلے شی ، دا خبره خو زمونږ فکر ته نهٔ پرېوځی ۔
قُلْ اِنَّ الْاَوَّلِیْنَ وَ الْاٰخِرِیْنَۙ۴۹
ترجمه: تهٔ ورته ووایه چې وړومبی اؤ وروستی ،
لَمَجْمُوْعُوْنَ١ۙ۬ اِلٰی مِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ۵۰
ترجمه: ټول به راجمع کیږی پهٔ یوه مقرره ورځ پهٔ مقرر وخت ۔ ف۲۵
ف۲۵: یعنی دَ قیامت پهٔ ورځ چې دَ الله پهٔ علم کښې ورته یو خاص وخت مقرر دے ۔
ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَۙ۵۱
ترجمه: اؤ بیا تاسو (ټول) اے ګمراهانو اؤ تکذیب کؤنکیو ،
لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍۙ۵۲
ترجمه: ضرور به خوریٔ دَ زقوم دَ یوې ونې نه ،
فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَۚ۵۳
ترجمه: اؤ ګېډه به پرې ډکویٔ ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی چې ولوږه ېٔ پهٔ سر واخلی نو دغه تریخ بوټې به خوری اؤ دومره به ېٔ خوری چې ګېډه به پرې ښهٔ ډکه کړی ۔
فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِۚ۵۴
ترجمه: بیا به دپاسه پرې څښیٔ یشېدلے اوبهٔ ،
فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِؕ۵۵
ترجمه: اؤ داسې به څښیٔ لکه تندې اخستې اوښ ۔ ف۲۷
ف۲۷: یعنی ډېر تندې اخستې اوښ چې څنګه پهٔ اوبو را پرېوځی اؤ پهٔ یو مخ ېٔ څښی څښی ۔ دغه شان به دوزخیان هم چې پهٔ زقوم ګېډه ډکه کړی نو تنده به ېٔ واخلی ۔ نورې اوبهٔ خو به وی نه نو پهٔ دې یشېدلیو اوبو به لکه دَ تږی اوښ را پرېوځی ۔ خو چې خلهٔ پرې کیږدی نو شونډې اؤ خلهٔ به ېٔ تڼاکې شی اؤ چې دَ کومی نه ښکته شی نو کولمې به ورله ټوټې کړی ښکته به ترې پرېوځی لکه بل ځائې ارشاد دے:
وَ سُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآئَهُمْ ۔
(اؤ یشېدلې اوبهٔ به ورکؤلے شی نو کولمې به ورته ټوټې کړی) (سورتِ محمّد ، رکوع ۲)
هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِؕ۵۶
ترجمه: دغه دَ دوی میلمستیا ده دَ انصاف پهٔ ورځ ف۲۸
ف۲۸: یعنی دَ انصاف تقاضا هم دا وه چې دغه شان میلمستیا ورکړې شی ۔
نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْ لَا تُصَدِّقُوْنَ۵۷
ترجمه: مونږ تاسو پیدا کړی ییٔ نو بیا ولې رښتیا (خبره) نهٔ منیٔ ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی دا خبره ولې نهٔ منی ، کوم الله چې وړومبی ځل پیدا کړی ییٔ ، هم هغه به مو دوباره بیا ژوندی کوی ۔
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَؕ۵۸
ترجمه: نو تاسو خو وګوریٔ کومې اوبهٔ چې تاسو څڅویٔ ،
ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ۵۹
ترجمه: آیا تاسو پیدا کؤل کویٔ دَ دې نه کهٔ مونږ پیدا کؤنکی یو ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی دَ مور پهٔ ګېډه کښې دَ یو څاڅکی اوبو نه بنیادم څوک پیدا کوی؟ هلته خو ستاسو ظاهری تصرّف هم نهٔ چلیږی ۔ (نو کوم الله چې دَ یو څاڅکی نه داسې ښائسته وجود پیدا کؤلے شی هغهٔ ته دَ دغه بنده دوباره پیدا کؤل څهٔ ګران دی؟)
نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَ مَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَۙ۶۰
ترجمه: مونږ مقرر کړو پهٔ تاسو کښې مرګ ف۳۱ اؤ مونږ عاجزه نهٔ یُو دَ دې خبرې نه ،
ف۳۱: یعنی ژوندی کؤل اؤ مړهٔ کؤل زمونږ پهٔ قبضه کښې دی نو هر کله چې دَ وجود اؤ عدم دواړو اختیار زمونږ پهٔ لاس دے نو مونږ ته دَ بنیادم دوباره پیدا کؤل څهٔ ګران دی ۔
عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَ نُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ۶۱
ترجمه: چې پهٔ بدل کښې راولو ستاسو پهٔ شان نور اؤ را پورته کړو تاسو پهٔ هغه ځائې کښې چې تاسو ته نهٔ دے معلوم ۔ ف۳۲
ف۳۲: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی چې تاسو به بل جهان ته بوځو اؤ دَ ستاسو پهٔ ځائې به دلته نور خلق آباد کړو ۔
وَ لَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْ لَا تَذَكَّرُوْنَ۶۲
ترجمه: اؤ تاسو ته معلوم دے وړومبے پیداوښت نو بیا ېٔ ولې نهٔ یادویٔ ۔ ف۳۳
ف۳۳: یعنی وړومبی پیدائش ته فکر وکړیٔ اؤ دویٔم ترې معلوم کړیٔ ۔ کوم ذات چې وړومبی ځل پیدا کړی ییٔ هغه مو دوباره هم پیدا کؤلے شی ۔
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَؕ۶۳
ترجمه: نو ښه تاسو وګوریٔ کوم شے چې تاسو کریٔ ،
ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ۶۴
ترجمه: نو آیا تاسو زرغونویٔ دا فصلونه اؤ کهٔ مونږ ېٔ زرغونوؤ ۔ ف۳۴
ف۳۴: یعنی تاسو خو تخم زمکه کښې واچویٔ نو بیا دَ خاؤرو دننه پرورش ېٔ څوک کوی اؤ چپې وهونکے فصل پټی ترې څوک جوړوی؟ دَ دې پهٔ باره کښې خو تاسو پهٔ ظاهره هم دا دعویٰ نهٔ شیٔ کؤلے چې تخم دَ خاورو نه مونږ زرغون کړو ۔
لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ۶۵
ترجمه: کهٔ مونږ وغواړو نو کړو به ېٔ دل کړے واښهٔ بیا به ټوله ورځ خبرې جوړویٔ ،
اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَۙ۶۶
ترجمه: چې مونږ خو قرضدار پاتی شو ،
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ۶۷
ترجمه: بلکې مونږ ټول یُو بدنصیبه ۔ ف۳۵
ف۳۵: یعنی دَ فصل زرغونېدو نه پس لویه ول اؤ دَ آفتونو نه بچ کؤل هم زمونږ کار دے ۔ کهٔ مونږ وغواړو نو داسې آفت به پرې راولو چې پهٔ یو ساعت کښې به ېٔ خاؤرې ایرې کړی اؤ تاسو به بیا ناست ئ خپلو کښې به ژړا فریاد کویٔ چې مونږ خو تباه شو ډېر تاوان مو وشو ، تش لاس بلکې قرضدار پاتی شو ۔ (دَ تخم پیسې هم پهٔ لاس رانغلې)
اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَؕ۶۸
ترجمه: نو ښه وګوریٔ هغه اوبو ته کومې چې څښیٔ ،
ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ۶۹
ترجمه: آیا تاسو راکوزویٔ دا اوبهٔ دَ وریځو نه اؤ کهٔ مونږ ېٔ راکوزوؤ ۔ ف۳۶
ف۳۶: یعنی باران هم زمونږ پهٔ حکم وریږی اؤ دَ زمکې پهٔ خزانو کښې اوبهٔ هم مونږ جمع کوؤ ، ستاسو څهٔ طاقت دے چې اوبهٔ پیدا کړیٔ یا ېٔ دَ وریځو نه پهٔ سوال زاریٔ وغواړیٔ ۔
لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْ لَا تَشْكُرُوْنَ۷۰
ترجمه: کهٔ مونږ وغواړو نو کړو به دا اوبهٔ تروې نو بیا ولې احسان نهٔ منیٔ ۔ ف۳۷
ف۳۷: یعنی مونږ څښلو دپاره خوږې اوبهٔ درکړی دی اؤ کهٔ مونږ وغواړو نو ټولې اوبهٔ به تروې کړو بیا به ېٔ نهٔ څښلې شیٔ اؤ نهٔ به پرې فصلونه اوبهٔ کؤلے شیٔ ۔ (تروې اوبهٔ فصل سوزویٔ) بیا تاسو دا احسان ولې نهٔ منیٔ چې مونږ دَ خوږو اوبو دومره غټې خزانې (چینې ، دریابونه اؤ کوهیان) درکړی دی پهٔ ځنو روایاتو کښې راځی چې رسول اکرمﷺ چې به اوبهٔ وڅښلې نو دا دعا به ېٔ وې ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ سَقَانَا عَذْبًا فُرَاتًا وَ لَمْ یَجْعَلْهُ لَنَا مِلْحًا اُجَاجًا بِذُنُوْبِنَا۔ (شکرونه دی دَ هغه الله چې خوږې مزیدارې اوبهٔ ېٔ راباندې وڅښلؤلے اؤ زمونږ دَ ګناهونو پهٔ وجه ېٔ راته مالګینې تروې نهٔ کړې)
اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَؕ۷۱
ترجمه: ښه نو وګوریٔ هغه اور ته کوم چې تاسو بلویٔ ،
ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ۷۲
ترجمه: آیا تاسو پیدا کړے ده دَ دې نه ونه اؤ کهٔ مونږ یُو پیدا کؤنکی ۔ ف۳۸
ف۳۸: پهٔ عربو کښې داسې شنې ونې ډېرې دی چې پهٔ مښلو اور کوی لکه دَ بانړس پهٔ شان ۔ پهٔ سورتِ یٰسین کښې هم دَ دې متعلق څهٔ تفصیل بیان شوے دے ۔ یعنی پهٔ دې ونو کښې دا اور تاسو یٔښې دے کهٔ مونږ ۔
نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّ مَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَۚ۷۳
ترجمه: هم مونږ پیدا کړه دا ونه دَ یادګیرنې دپاره ۔ ف۳۹ اؤ دَ فائدې اخستو دپاره دَ ځنګل خلقو ته ۔ ف۴۰
ف۳۹: یعنی دې اور ته وګوریٔ اؤ دَ دوزخ اور یاد کړیٔ چې دا هم دَ هغې اور یوه نمونه ده اؤ دَ عبرت اؤ سوچ کؤلو دپاره دغه خبره هم کافی ده چې کوم قادر اؤ توانا ذات چې دَ شین بوټی نه اور را ویستے شی هغه یقینًا مړی هم بیا ژوندی کؤلے شی ۔
ف۴۰: دَ ځنګل وسیدونکیو اؤ مسافرو دپاره دَ اور سخت ضرورت وی بیا خاص دَ یخنیٔ پهٔ موسم کښې ۔
تنبیه: دَ ځنو روایاتو پهٔ بنا عالمانو وئیلی دی چې پهٔ دې آیتونو کښې دَ هرې استفهامی جملې تلاوت کؤلو نه پس بَلْ اَنْتَ یَا رَبِّ وئیلو کښې ډېر ثواب دے۔
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ۠۷۴
ترجمه: نو پاکی بیانوه دَ خپل رب دَ نوم چې دَ ټولو نه لوئے دے ۔ ف۴۱
ف۴۱: یعنی چا چې زمونږ دَ فائدې دپاره داسې ښهٔ ښهٔ څیزونه پیدا کړل مونږ ته دَ هغهٔ احسان اؤ شکر ادا کؤل پکار دی اؤ دَ کافرانو دَ ګډو وډو خبرو نه دَ الله دَ پاک نوم پاکی بیانؤل پکار دی ۔ عجیبه خبره ده چې دَ دومره واضحو نښو لیدو نه پس هم خلق دَ الله پهٔ قدرت اؤ دَ هغهٔ پهٔ وحدانیت پوره نهٔ پوهیږی ۔
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِۙ۷۵
ترجمه: نو زما قسم دے دَ ستوریو پهٔ ډوبېدو ۔ ف۴۲
ف۴۲: بله معنیٰ ده قسم دے دَ هغه آیتونو چې راکوزیږی پهٔ زړونو کښې (موضح) یا دَ قرآن دَ هغه آیتونو چې راکوزیږی دَ آسمان نه زمکې ته لږ لږ ۔
وَ اِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌۙ۷۶
ترجمه: اؤ دا قسم دے کهٔ پوهېږیٔ ډېر غټ قسم ،
اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌۙ۷۷
ترجمه: بېشکه دا قرآن دے دَ عزت والا ،
فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍۙ۷۸
ترجمه: لیکلے شوے پهٔ پټ کتاب کښې،
لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَؕ۷۹
ترجمه: لاس نهٔ وړی دې ته مګر هغه چې پاک کړی شوی دی ۔ ف۴۳
ف۴۳: شاه صاحبؒ لیکلی دی دَ ”مُطَهَّرُوْنَ“ نه مراد فرښتې دی (یعنی قرآن کریم پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلے پروت دے اؤ لوحِ محفوظ ته دَ پاکو فرښتو نه سوا بل څوک نهٔ شی نژدے کېدے) اؤ ځنو عالمانو پهٔ ”لَا یَمَسُّهٗ“ کښې ضمیر قرآن ته راجع کړے دے یعنی قرآن ته لاس نهٔ ور وړی مګر پاک خلق یعنی زړهٔ ېٔ صفا وی اؤ اخلاق ېٔ ستره وی هم داسې خلق دَ قرآنی علومو نه فائده اخستے شی ۔ یا دلته نفی دَ نهی پهٔ معنٰی ده یعنی دې قرآن ته دې لاس نهٔ ور وړی څو چې پاک نهٔ وی یعنی بې اودسه دې قرآن ته لاس نهٔ ور وړی لکه دَ احادیثو نه چې معلومیږی ۔
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ۸۰
ترجمه: نازل شوے دے دَ ربّ العالمین دَ طرف نه ۔ ف۴۴
ف۴۴: یعنی دا څهٔ جادو ټوټکه یا دَ کاهنانو بې سره خبرې نهٔ دی اؤ نهٔ دَ شاعرانو فضول بیان دے بلکې یو پاک اؤ بختور کتاب دے چې دَ پروردګارِ عالم دَ طرف نه دَ خلقو دَ هدایت دپاره راستؤلے شوے دے کوم الله چې دَ نمر سپوږمۍ اؤ ستوریو یو عجیبه اؤ مضبوط نظام جوړ کړے دے ، دغه ستوری دَ یو پوخ مقرر نظام ماتحت پهٔ خپل روزانه ډوبېدو کښې هم دَ هغه الله دَ لوییٔ ، یو والی ، غلبې اؤ عظیم طاقت مظاهره کوی اؤ دَ حال پهٔ ژبه ګواهی ورکوی ۔ چې دَ کومې اعلیٰ هستیٔ پهٔ لاس کښې زمونږ واګې دی ، یواځې هم هغه دَ زمکې ، آسمانونو ، وریځو ، هوا ، اور ، اوبو اؤ دَ دنیا دَ ذرې ذرې اصلی مالک اؤ خالق دے ۔ آیا دَ دومره زبردست آسمانی شهادت نه پس هم دَ تېرې رکوع دَ مضامینو پهٔ صداقت کښې څهٔ شک کېدے شی؟ اؤ آیا یو هوښیار سړے پهٔ دې عظیم الشان نظامِ فلکی کښې غور کؤلو نه پس پهٔ دې نهٔ شی پوهېدے چې یو بل روحانی نظامِ شمسی هم شته چې هغه قرآنِ کریم اؤ ټول آسمانی کتابونه دی کوم الله چې پهٔ خپل کامل رحمت دا ظاهری نظامِ شمسی قائم کړے دے هم هغه پاک الله دَ روحانی ستوریو ډوبېدو نه پس پهٔ خپل فضل و کرم دَ خلقو دَ هدایت دپاره یو روحانی نمر (قرآن کریم) را وخیژؤلو چې خلق ېٔ دَ کفر دَ تیرو نه دَ هدایت رڼا ته را وویستل ۔ دا نمر به تر قیامته دغه شان پړقیږی اؤ دنیا به پرې روښانه وی دَ هېچا مجال نشته چې دَ دې نمر رڼا تته کړی یا دا نمر ډوب کړی ۔ دَ دې دَ رڼا پوره شغلې پهٔ هغه زړونو پرېوځی کوم چې مانج کړی صفا ستره وی ۔
اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَۙ۸۱
ترجمه: نو آیا پهٔ دې خبره کښې تاسو ناراستی کویٔ ؟
وَ تَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ۸۲
ترجمه: اؤ خپله برخه را اخلیٔ چې دروغ ېٔ ګڼیٔ؟ ف۴۵
ف۴۵: آیا دَ داسې لوی نعمت پهٔ حاصلؤلو کښې تاسو سستی کویٔ؟ اؤ خپله برخه پکښې دغه ګڼیٔ چې دَ اصل حقیقت نه سترګې پټویٔ اؤ دَ ځانه دروغ خبرې جوړویٔ اؤ پهٔ هغې یقین کویٔ لکه دَ باران دپاره واییٔ چې فلانې ستورې فلانی برج ته ورسېدو نو باران وشو ۔ ګویا دَ الله دَ رحمت پکښې هېڅ دخل نشته ټول دَ ستوری کار دے ۔ دغه شان دَ دغې رحمت ناقدری کؤل کوم چې دَ قرآن پهٔ شکل کښې نازل شوے دے اؤ دا وئیل چې دا دَ الله کلام نهٔ دے ۔ رسول اکرمﷺ دَ ځانه جوړ کړے دے ، غټه بدنصیبی اؤ لویه بدقسمتی ده ۔ آیا دَ یو نعمت دَ شکر ادا کؤلو دا طریقه ده چې دروغ ېٔ وګڼلې شی؟
فَلَوْ لَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَۙ۸۳
ترجمه: نو بیا ولې نه کوم وخت چې ساه راشی مریٔ ته
وَ اَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَۙ۸۴
ترجمه: اؤ تاسو پهٔ دغه وخت کښې وینیٔ ،
وَ نَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَ لٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ۸۵
ترجمه: اؤ مونږ هغهٔ ته له تاسو نه ډېر نژدے یو لېکن تاسو نهٔ وینیٔ ۔
فَلَوْ لَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَۙ۸۶
ترجمه: بیا ولې نه کهٔ تاسو نهٔ ییٔ دَ چا پهٔ حکم کښې ،
تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۸۷
ترجمه: نو ولې نهٔ راګرځویٔ دا روح کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ۔ ف۴۶
ف۴۶: تاسو خو داسې بې فکره ییٔ اؤ آزادیٔ سره دَ الله دَ کلام تکذیب کویٔ لکه چې تاسو هډو دَ هېچا پهٔ حکم کښې نهٔ ییٔ ، بالکل آزاد اؤ خود مختار ییٔ ۔ ښه کهٔ داسې وی نو کوم وخت چې ستاسو څوک دوست یا خپلوان مری ، آخر وخت ېٔ وی ساه ېٔ مریٔ ته راشی ۔ دَ مرګ فرښتې ورسره نژدے ولاړې وی خو تاسو ېٔ نهٔ وینیٔ نو تاسو دَ دغه مرګونی روح واپس ولې نهٔ ګرځویٔ اؤ پهٔ خفګان اؤ بې وسیٔ ېٔ دَ ځانه جداییٔ ته ولې پرېږدیٔ ۔ کهٔ تاسو پهٔ خپله دعدیٰ کښې رښتونی ییٔ نو دغه روح وتو ته مهٔ پرېږدیٔ ځان ته ېٔ واپس را وګرځویٔ چې سزا نه بچ شی ۔
فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَۙ۸۸
ترجمه: نو بیا کهٔ چرې دا مړې وی دَ عزتمندو (نیکانو) خلقو نه وهٔ ،
فَرَوْحٌ وَّ رَیْحَانٌ١ۙ۬ وَّ جَنَّتُ نَعِیْمٍ۸۹
ترجمه: نو راحت دے اؤ روزی ده اؤ دَ نعمتونو ناغونه دی ۔
وَ اَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِۙ۹۰
ترجمه: اؤ کهٔ چرې دا مړې وی دَ ښی طرف دَ خلقو نه ۔
فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِؕ۹۱
ترجمه: نو ستا دپاره سلامتیا ده دَ ښی طرف خلقو نه ۔ ف۴۷
ف۴۷: یعنی تاسو ېٔ یو منټ هم نهٔ شیٔ ایسارؤلے هغه به خپل ځائې ته خامخا پهٔ خپل مقرر وخت رسی ۔ نو بیا کهٔ دا مړې دَ مقربینو نه وی نو دَ ډېرې اعلیٰ درجې ، آرام اؤ راحت جسمانی اؤ روحانی خوشحالیٔ ورته تیارې دی ۔ اؤ کهٔ دَ ښی طرف دَ خلقو نه وی بیا ېٔ هم څهٔ فکر نشته ۔ یعنی اصحابِ یمین ته به وئیلی شی چې دې نه پس به تاسو همېشه پهٔ امن و سلامتیا سره ییٔ ۔ هېڅ غم فکر به درسره نهٔ وی ۔ ځنو احادیثو کښې راځی چې مرګونی ته دَ مرګ نه مخکښې دا زېرې ورکؤلے شی چې تهٔ دَ ښی طرف پهٔ کسانو کښې ئ ستا دپاره امن و سلامتیا ده اؤ هېڅ خطره نشته ۔ اؤ دغه شان مجرمانو ته دَ هغوی دَ بدحالیٔ خبر ورکؤلے شی ۔
وَ اَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَۙ۹۲
ترجمه: اؤ کهٔ دا مړې وی دَ تکذیب کؤنکیو ګمراهانو نه ،
فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍۙ۹۳
ترجمه: نو میلمستیا ېٔ ده یشېدلې اوبهٔ
وَّ تَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ۹۴
ترجمه: اؤ اور ته اچؤل ۔ ف۴۸
ف۴۸: یعنی دَ تکذیب کؤنکیو به دغه انجام وی چې اور کښې به اچؤلے شی اؤ یشېدلې اوبهٔ به څښی اؤ دَ مرګ پهٔ وخت به هم دغه خبر ورکؤلے شی ۔
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِۚ۹۵
ترجمه: بېشکه هم دغه خبره دَ یقین لائقه ده ۔ ف۴۹
ف۴۹: یعنی دَ مؤمنانو اؤ مجرمانو متعلق چې کوم خبر درکړې شو دا یقین رښتونے دے هم دغه شان به کیږی ستاسو پهٔ شک شبهې یا انکار پکښې څهٔ فرق نهٔ راځی ۔ هسې ځانونو ته دهوکه مهٔ ورکویٔ اؤ دَ آخرت تیارې شروع کړیٔ ۔
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ۠۹۶
ترجمه: نو تهٔ وایه پاکی دَ خپل رب دَ نوم چې دَ چې دَ ټولو نه لوئے دے ۔ ف۵۰
ف۵۰: یعنی دَ خپل رب حمد و ثنا وایه هم دغه دَ هغه وخت دپاره تیارې دے ۔ اؤ پهٔ دې نیک کار کښې دَ مشغولتیا پهٔ وجه به دَ تکذیب کؤنکیو دَ فضول خبرو نه خیال بدل وی اؤ ډېر تکلیف به نهٔ ورکوی ۔ پهٔ بخاری شریف کښې دَ ابوهریرهؓ نه روایت دے:
قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْہِ وَسلَّمَ کَلِمَتَانِ خَفِیْفَتَانِ عَلَی اللِّسَانِ ثَقَیْلَتَانِ فِی الْمِیْزَانِ حَبِیْبَتَانِ اِلَی الرَّحْمٰنِ سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهٖ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِیْم ؕ
(حضور اکرمﷺ فرمائیلی دی دوه جملې دی چې پهٔ ژبه آسانې دی اؤ دَ نیکیو پهٔ تله کښې درنې دی ۔ اؤ دَ الله ډېرې خوښې دی یوه جمله ده سبحان اللہ و بحمدہ اؤ بله ده سبحان اللہ العظیم ؕ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سُوْرَةُ الحَدِیْدِ مَدَنِیَّۃٌ وَّ هِیَ تِسْعٌ وَّ عِشْرُوْنَ اٰیَۃً وَّ اَرْبَعُ رُکُوْعَاتٍ ۔
ترجمه: سورتِ حدید مدینه کښې نازل شوے اؤ دَ دې یو کم دیرش (۲۹) آیتونه اؤ څلور رکوع دی ۔
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
ترجمه: شروع دَ الله پهٔ نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے ۔
سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ۱
ترجمه: دَ الله تسبیح وائی څهٔ چې دی پهٔ آسمانونو کښې اؤ زمکه کښې ف۱ اؤ هم هغه دے زبردست دَ حکمتونو خاوند ۔
ف۱: یعنی دَ حال پهٔ ژبه یا دَ قال پهٔ ژبه اؤ یا پهٔ دواړو ثنا وائی ۔
لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ۚ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ١ۚ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ۲
ترجمه: هم دَ هغهٔ دے حکومت دَ آسمانونو اؤ زمکې ، ژوندی کوی اؤ مړهٔ کوی ، اؤ هغه هر څهٔ کؤلے شی ۔ ف۲
ف۲: یعنی پهٔ زمکه اؤ آسمان هر ځائې دَ الله اختیار اؤ دَ الله حکم چلیږی ۔ دَ مرګ اؤ ژوند اختیار دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دے ۔ هېڅ یو طاقت دَ مرګ اؤ ژوند پهٔ کار کښې هېڅ تصرّف نهٔ شی کؤلے ۔
هُوَ الْاَوَّلُ وَ الْاٰخِرُ وَ الظَّاهِرُ وَ الْبَاطِنُ١ۚ وَ هُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۳
ترجمه: هم هغه دَ ټولو نه وړومبے دے اؤ دَ ټولو نه وروستے دے ف۳ اؤ ظاهر اؤ پټ اؤ هغه پهٔ هر څهٔ ښهٔ خبر دے ۔ ف۴
ف۳: چې هېڅ شے نهٔ وهٔ هم هغه موجود وهٔ ۔ اؤ پهٔ قیامت کښې چې هر شے فنا شی هم یو الله به موجود وی ۔ کُلُّ شَیْءٍ هَالِكٌ اِلَّا وَجْهَهٗ (هر شے فنا کېدونکے دے بې دَ یو الله دَ ذات نه)
ف۴: دَ هر شی وجود دَ الله دَ وجود نه دے نو چې دَ هغهٔ وجود ظاهر اؤ څرګند نهٔ وی نو دَ چا به وی ۔ دَ ذرې نه دَ غرهٔ پورې هر شے دَ الله پهٔ وجود یو واضح دلیل دے ۔ لېکن سره دَ دې دَ هغهٔ دَ ذات اؤ صفاتو حقیقت ته دَ بنده عقل نهٔ رسی اؤ دَ الله دَ یو صفت احاطه هم عقل نهٔ شی کؤلے اؤ نهٔ ېٔ پهٔ صحیح کیفیت پوهېدے شی نو پهٔ دې لحاظ دَ هغهٔ نه پټ بل هېڅ شے نشته ۔ بهرحال هغه څرګند هم دے اؤ پټ هم دے اؤ دَ ټول مخلوق هر پټ اؤ څرګند حال ورته ښهٔ معلوم دے ۔ دَ ظاهر یو معنٰی غالب هم ده ۔ اؤ الله داسې غالب دے چې هغهٔ نه زیات دَ هېچا طاقت نشته اؤ پهٔ هغهٔ هېڅوک زور آور نشته اؤ پټ داسې چې داسې ځائې نشته چې څوک پکښې دَ هغهٔ دَ نظر نه پناه شی اؤ دَ هغهٔ نه پټ شی ۔ یو حدیث شریف دے ۔ و انت الظاهرُ فلیس فوقك شیءٌ و انت الباطنُ فلیس دُونك شَیْءٌ ۔ (تهٔ غالب ئ ستا دپاسه څهٔ شے نشته اؤ تهٔ پټ ئ له تا نه اخوا څهٔ شے نشته)۔
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ١ؕ یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَ مَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَ مَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَ مَا یَعْرُجُ فِیْهَا١ؕ وَ هُوَ مَعَكُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ۴
ترجمه: هم هغه دے چا چې جوړ کړل آسمانونه اؤ زمکه پهٔ شپږو ورځو کښې بیا قائم شو پهٔ عرش ف۵ هغهٔ ته معلوم دی څهٔ چې ننوځی پهٔ زمکه کښې اؤ څهٔ چې ترې را وځی ف۶ اؤ څهٔ چې راکوزیږی دَ آسمان نه اؤ څهٔ چې ورته خیژی ۔ ف۷ اؤ هغه دَ تاسو سره دے تاسو هر ځائې کښې چې ییٔ ، اؤ الله څهٔ چې تاسو کویٔ ټول وینی ۔ ف۸
ف۵: دَ دې تفسیر پهٔ سورتِ اعراف آیت ۵۴ (فائده ۶۵ اؤ ۶۶) کښې دَ اتمې پارې پهٔ آخر کښې تېر شوے دے ۔
ف۶: لکه اوبهٔ اؤ تخم پهٔ زمکه کښې ننوځی اؤ فصلونه ، ونې اؤ چینې وغېره دَ زمکې نه را وځی ۔ دَ دې څهٔ تفصیل پهٔ سورتِ سبا کښې تېر شوے دے ۔
ف۷: دَ آسمان نه راکوزیږی باران ، فرښتې ، وحې ، دَ تقدیر احکام وغېره اؤ ورته خیژی فرښتې اؤ دَ بندیانو نیک عملونه وغېره ۔
ف۸: هېڅ وخت تاسو دَ هغهٔ دَ نظر نه پناه نهٔ ییٔ ۔ تاسو پهٔ هر ځائې کښې چې ییٔ اؤ پهٔ هر حال کښې چې ییٔ الله ته ستاسو پټ اؤ څرګند ټول حالونه ښهٔ معلوم دی ۔
لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ وَ اِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ۵
ترجمه: هم دَ هغهٔ ده بادشاهی دَ آسمانونو اؤ زمکې اؤ الله ته راګرځی ټول کارونه ۔ ف۹
ف۹: دَ آسمانونو اؤ زمکې بادشاهی یواځې دَ هغهٔ ده نو دَ هغهٔ دَ حکومت نه چرته وتے نهٔ شیٔ ۔ آخر به دَ ټولو کارونو آخری فیصله هم دَ هغهٔ پهٔ دربار کښې کیږی ۔
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَ یُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ١ؕ وَ هُوَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۶
ترجمه: هغه ننه باسی شپهٔ پهٔ ورځ کښې اؤ ننه باسی ورځ پهٔ شپه کښې ف۱۰ اؤ هغه خبر دے دَ زړهٔ پهٔ رازونو ۔ ف۱۱
ف۱۰: یعنی کله ورځ وړه کړی شپه لویه کړی اؤ کله شپه وړه کړی ورځ لویه کړی ۔
ف۱۱: یعنی پهٔ زړونو کښې چې کوم خیالات ګرځی اؤ دَ چا پهٔ نیت کښې چې څهٔ راځی هغه ترې هم پټ نهٔ دی ۔ دَ زړونو ټول حالونه ورته معلوم دی ۔
اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ وَ اَنْفِقُوْا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُّسْتَخْلَفِیْنَ فِیْهِ١ؕ فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَ اَنْفَقُوْا لَهُمْ اَجْرٌ كَبِیْرٌ۷
ترجمه: ایمان راؤړیٔ پهٔ الله اؤ پهٔ رسول اؤ خرچ کویٔ دَ هغې مال نه کوم چې ېٔ دَ خپل نائب پهٔ طور درکړے دے ۔ ف۱۲ نو پهٔ تاسو کښې چا چې ایمان راؤړو اؤ خرچ ېٔ وکړو دَ هغوی دپاره غټ ثواب دے ۔ ف۱۳
ف۱۲: ستاسو پهٔ لاس کښې چې څهٔ مال دے دَ دې اصلی مالک الله دے ، ستاسو خو پرې صرف څو ورځې قبضه ده ، تاسو ېٔ خزانچیان ییٔ اؤ ستاسو پهٔ لاس کښې دَ الله یو امانت دے ۔ نو کوم ځائې چې درته هغه مالک ښئی هلته دَ هغهٔ دَ نائب پهٔ حیثیت لګویٔ اؤ دا هم یاد لریٔ چې اول دا مال دَ نورو خلقو پهٔ لاس کښې وهٔ تاسو دَ هغوی نائبان (وارثان) شویٔ ۔ ظاهره ده چې بیا به ستاسو پهٔ ځائې بل کښینی ۔ نو هر کله چې دومره درته معلومه شوه چې دا مال ستاسو دَ مشرانو سره هم همېشه پاتې نهٔ شو ، تاسو ته راغلو اؤ له تاسو نه به هم بل ته ځی ۔ نو پهٔ داسې فانی څیز پورې دومره زړهٔ تړل نهٔ دی پکار چې پهٔ ضروری کار کښې هم پهٔ خرچ کؤلو ته مو زړهٔ نهٔ کیږی ۔
ف۱۳: نو ضروری ده چې پهٔ کومو کسانو کښې دا دَ انفاق فی سبیل الله ښهٔ خوئی اؤ عادت نهٔ وی هغه دې ېٔ پهٔ ځان کښې دَ پیدا کؤلو کوشش وکړی اؤ پهٔ چا کښې چې وی هغه دې ورباندې کلک اؤ پوخ شی ۔
وَ مَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ١ۚ وَ الرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ لِتُؤْمِنُوْا بِرَبِّكُمْ وَ قَدْ اَخَذَ مِیْثَاقَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ۸
ترجمه: اؤ پهٔ تاسو څهٔ شوی دی چې ایمان نهٔ راؤړیٔ پهٔ الله اؤ رسول مو رابلی چې ایمان راؤړیٔ پهٔ خپل رب اؤ اخستې ېٔ ده له تاسو نه پخه وعده کهٔ تاسو ییٔ ایماندار ۔ ف۱۴
ف۱۴: یعنی پهٔ الله باندې ایمان راؤړو اؤ دَ یقین اؤ معرفت پهٔ صفا لار روانېدو کښې تاسو ته څهٔ مشکل دے؟ اؤ پهٔ دې معامله کښې سستی اؤ غفلت ولې کویٔ؟ دَ الله رسولﷺ خو تاسو ته څهٔ ناشنا یا نامعقوله خبره نهٔ کوی ۔ بلکې حقیقی مالک اؤ پرورش کؤنکی طرف ته بلنه درکوی ۔ کومه عقیده چې ستاسو پهٔ اصل فطرت کښې یٔښی شوے ده اؤ دَ چا دَ رب والی اقرار چې تاسو دنیا ته راتلو نه مخکښې کړے وهٔ اؤ دَ دغې اقرار څهٔ نه څهٔ اثر اوس هم ستاسو پهٔ زړونو کښې شته بیا دَ پېغمبرانو اؤ دلیلونو اؤ معجزو پهٔ ذریعه درته دَ دغې ازلی اقرار یادګیرنه هم شوے ده اؤ تېرو پېغمبرانو دَ خپلو خپلو امتونو نه هم دا اقرار اخستې دے چې تاسو به دَ نبی آخر الزمان تابعداری کویٔ اؤ پهٔ تاسو کښې ډېر کسان داسې هم دی چې خپله ېٔ دَ رسول اللهﷺ پهٔ لاس دَ فرمابرداریٔ اؤ انفاق فی سبیل الله وغېره دَ ایمان دَ غټو غټو خبرو پوره کؤلو پوخ اقرار کړے دے نو دَ دې نه پس بیا دومره ګنجائش چرته پاتې دے چې څوک ېٔ ونهٔ منی اؤ څوک ېٔ دَ منلو نه پس دَ خپل اقرار نه واپس شی ۔
هُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ عَلٰی عَبْدِهٖۤ اٰیٰتٍۭ بَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ١ؕ وَ اِنَّ اللّٰهَ بِكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ۹
ترجمه: هم هغه دے څوک چې نازلوی پهٔ خپل بنده آیتونه صفا صفا چې را وباسی تاسو دَ تیرو نه رڼا ته ، اؤ بېشکه الله له تاسو سره نرمی کؤنکے دے مهربانه ۔ ف۱۵
ف۱۵: یعنی قرآن ېٔ نازل کړو اؤ دَ صداقت نښانې (معجزې) ېٔ درکړې چې پهٔ دې طریقه خلق دَ کفر اؤ جهالت دَ تیرو نه دَ ایمان اؤ علم رڼا ته وباسې ۔ دا دَ الله تعالیٰ ډېر رحم اؤ مهربانی ده ۔ کهٔ مهربانی نهٔ وې نو دغه شان به ېٔ پهٔ تیرو کښې پریٔښی ویٔ چې تباه شوی ویٔ اؤ دَ ایمان راؤړو نه پس به ېٔ هم درته مخکښینی ګناهونه نهٔ وو معاف کړی ۔
وَ مَا لَكُمْ اَلَّا تُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ لِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ١ؕ لَا یَسْتَوِیْ مِنْكُمْ مَّنْ اَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَ قٰتَلَ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ اَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِیْنَ اَنْفَقُوْا مِنْۢ بَعْدُ وَ قٰتَلُوْا١ؕ وَ كُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰی١ؕ وَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ۠۱۰
ترجمه: اؤ پهٔ تاسو څهٔ شوی دی چې خرچ نهٔ کویٔ دَ الله پهٔ لار کښې اؤ الله ته پاتې کیږی هر شے پهٔ آسمانونو کښې اؤ زمکه کښې ف۱۶ نهٔ دی برابر پهٔ تاسو کښې هغه کسان چې خرچ ېٔ کړے دے (دَ الله پهٔ لار کښې) دَ مکّې فتح کېدو نه مخکښې اؤ جنګ ېٔ کړے دے ف۱۷ دَ دغه کسانو درجه ډېره لویه ده دَ هغه کسانو نه چې خرچ ېٔ وکړو (دَ مکّې فتح کېدو نه) پس اؤ جنګ ېٔ وکړو اؤ دَ ټولو سره وعده کړے ده الله دَ بهتریٔ ۔ ف۱۸ اؤ الله خبر دے څهٔ چې کویٔ ۔ ف۱۹
ف۱۶: یعنی مالک فنا شی اؤ مِلک ېٔ الله ته پاتې شی هسې هم دَ الله مال دے نو بیا دَ هغهٔ پهٔ حکم خرچ کؤل ېٔ تاسو ته ولې ګران دی کهٔ پهٔ خپله خوښه ېٔ پهٔ فراخ زړهٔ دَ الله پهٔ لار کښې ولګویٔ ، اؤ دَ غریبیٔ نه مهٔ ویرېږیٔ ځکه چې دَ زمکې اؤ آسمانونو ټولې خزانې دَ الله پهٔ لاس کښې دی نو آیا دَ هغهٔ دَ رضا دپاره خرچ کؤنکے به هغه وږې اؤ مفلس پرېږدی؟ (هرګز نه)
ف۱۷: ځنو مفسرانو دَ فتحې نه مراد صلح حدیبیه اخستې ده اؤ دَ ځنو روایاتو نه دَ دې تائید هم کیږی ۔
ف۱۸: یعنی هسې خو پهٔ هر وخت کښې دَ الله دَ رضا دپاره خرچ اؤ جهاد بهتر دے ۔ الله درته پهٔ دنیا اؤ آخرت دواړو کښې بهتره بدله ورکوی لېکن چا چې دَ فتحې مکه نه مخکښې مال لګؤلے دے یا ېٔ جهاد کړے دے دَ هغوی درجه ډېره وچته ده ۔ وروستی خلق هغه درجې ته نهٔ شی رسېدے ، ځکه چې پهٔ دې وخت کښې مؤمنان ډېر لږ وو اؤ هر طرف ته دَ کفر اؤ باطل غلبه وه نو پهٔ داسې وخت کښې اسلام ته دَ مالی اؤ جانی قربانیٔ ډېر ضرورت وهٔ اؤ دَ ظاهری حالاتو پهٔ بنا مجاهدینو ته دَ کامیابیٔ یا مال غنیمت ډېره طمعه نهٔ وه ۔ نو داسې وخت کښې دَ سر اؤ مال قربانی دَ ډېر لوی همت کار وهٔ ځکه ېٔ اجر هم ډېر لوئے وهٔ ۔
ف۱۹: یعنی الله ته هر څهٔ معلوم دی چې دَ چا عمل اؤ اخلاص پهٔ کومه درجه کښې دے نو دَ هغې مناسب اجر ورکوی ۔
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗ وَ لَهٗۤ اَجْرٌ كَرِیْمٌۚ۱۱
ترجمه: څوک دے چې قرض ورکړی الله ته پهٔ ښهٔ طریقه چې هغه ېٔ ورته دوچنده کړی اؤ دَ هغهٔ دپاره دے دَ عزت ثواب ۔ ف۲۰
ف۲۰: حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ الله ته دَ قرض ورکؤلو مطلب دا دے چې اوس دَ جهاد پهٔ تیاریٔ کښې رقم ولګویٔ پهٔ دې دنیا کښې به هم ډېر مال (مالِ غنیمت) پهٔ لاس درشی اؤ پهٔ آخرت کښې به ډېر ثواب اؤ وچتې درجې بیا مومیٔ دغه ېٔ هغه دوچند کؤل دی (چې هم ېٔ دنیا کښې فائدہ شوه هم پهٔ آخرت کښې) ګنی دَ مالک اؤ دَ غلام ترمینځه دَ قرض اؤ دَ نفعې اؤ سود څهٔ خبره نشته کهٔ چا ورکړو هم دَ هغهٔ مال وهٔ اؤ کهٔ چا ور نهٔ کړو هم دَ هغهٔ دے ۔
یَوْمَ تَرَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ یَسْعٰی نُوْرُهُمْ بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَ بِاَیْمَانِهِمْ بُشْرٰىكُمُ الْیَوْمَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُۚ۱۲
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې تاسو به ووینیٔ ایماندار سړی اؤ ایماندارې ښځې چې پهٔ منډه منډه به ځی دَ دوی رڼا دَ دوی نه مخکښې مخکښې اؤ ښی اړخ ته ف۲۱ خوشخبری ده تاسو ته نن ورځې دَ داسې باغونو چې بهیږی ورلاندې نهرونه همېشه به وسیٔ پهٔ دې کښې هم دغه ده هغه غټه کامیابی ۔ ف۲۲
ف۲۱: دَ محشر دَ میدان نه چې خلق پهٔ پلِ صراط تیریږی نو سخته تیارهٔ به وی دَ خپل ایمان اؤ نیک عمل رڼا به دَ مسلمان سره وی ۔ شاید چې دَ ایمان رڼا چې پهٔ زړهٔ کښې وی هغه به دَ بنده مخه روښانه کوی اؤ دَ نیک عمل رڼا به ورسره ښی طرف ته روانه وی ځکه چې نیک عمل ښی طرف ته جمع کیږی (دَ نیک عمل لیکونکے فرښته ښی طرف ته ناسته وی) دَ چا ایمان اؤ نیک عمل چې دَ کومې درجې وی پهٔ هغه اندازه به ورسره رڼا هم وی ۔ غالبًا چې دَ اُمتِ محمّدیﷺ رڼا به دَ نورو اُمتونو دَ رڼا نه زیاته اؤ صفا وی ۔ دَ ځنو روایتونو نه ګس طرف ته هم رڼا معلومیږی ۔ دَ دې مطلب به شاید چې دا وی چې رڼا به ترې هر طرف ته خوره وی ۔ والله اعلم ۔
ف۲۲: ځکه چې جنت دَ الله دَ رضا مقام دے ۔ دې ځائې ته چې څوک ورسېدو نو دَ هغهٔ ټول مرادونه تر سره شو ۔
یَوْمَ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَ الْمُنٰفِقٰتُ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا انْظُرُوْنَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُّوْرِكُمْ١ۚ قِیْلَ ارْجِعُوْا وَرَآءَكُمْ فَالْتَمِسُوْا نُوْرًا١ؕ فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُوْرٍ لَّهٗ بَابٌ١ؕ بَاطِنُهٗ فِیْهِ الرَّحْمَةُ وَ ظَاهِرُهٗ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُؕ۱۳
ترجمه: پهٔ کومه ورځ چې به وائی منافقان سړی اؤ منافقانې ښځې ایماندارو ته لږ انتظار وکړیٔ مونږ ته چې مونږ هم ستاسو دَ رڼا نه څهٔ رڼا واخلو ، ورته به ووئیلی شی واپس شیٔ شاته بیا ولټویٔ رڼا ، بیا به ودرؤلے شی دَ دوی دواړو ترمینځه یو دیوال چې پکښې به دروازه وی دَ هغې دننه به رحمت وی اؤ دَ هغې بهر طرف ته به عذاب وی ۔ ف۲۳
ف۲۳: یعنی دَ مؤمنانو اؤ منافقانو ترمینځه به دیوال ودرؤلے شی چې پکښې به یو دروازه وی ۔ مؤمنان به پهٔ دروازه جنت ته ننوځی اؤ دَ منافقانو نه به پناه شی ۔ دَ دروازې دننه به دَ جنت نندارې وی اؤ بهر به ترېنه دَ الله دَ عذاب (دوزخ) منظر ښکاری ۔
یُنَادُوْنَهُمْ اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ١ؕ قَالُوْا بَلٰی وَ لٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ اَنْفُسَكُمْ وَ تَرَبَّصْتُمْ وَ ارْتَبْتُمْ وَ غَرَّتْكُمُ الْاَمَانِیُّ حَتّٰی جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ وَ غَرَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ۱۴
ترجمه: (دا منافقان به ورته چغې وهی آیا مونږ ستاسو ملګری نهٔ وو ف۲۴ هغوی به ورته ووائی ولې نهٔ ویٔ لېکن تاسو تېر ویستل خپل ځانونه اؤ انتظار مو کؤلو اؤ پهٔ شک کښې پرېوتیٔ اؤ خطا کړیٔ خپلو خیالونو تر دې چې راغلو دَ الله حکم اؤ تاسو خطا کړیٔ دَ الله دَ نوم نه دغه دوکه باز (نفس) ف۲۵
ف۲۴: قصه داسې ده چې صفا کافر به پهٔ پلِ صراط نهٔ تیریږی هغوی خو به دَ وخته دوزخ ته واچؤلی شی ۔ ایماندار به پهٔ پلِ صراط تیریږی پاخهٔ ایماندار وی اؤ کهٔ ګناهګار پهٔ دغه پل به سخته تیارهٔ وی هر سړے به دَ خپل ایمان پهٔ رڼا ځی ۔ ایماندار چې دَ خپل پهٔ رڼا مخکښې روان شی نو منافقان به هم دَ دغه ایماندارو سره ځانونه ملګری کوی چې دَ هغوی دَ ایمان پهٔ رڼا دوی هم روان شی ۔ لېکن ایماندار به ترې ګړندی روان وی رڼا به ېٔ دَ دوی نه پناه کیږی نو دوی به ورپسې چغې وهی چې مونږ ته لږ صبر وکړیٔ چې درسره رڼا کښې روان شو ۔ دغه شان تیارهٔ کښې مو مهٔ پرېږدیٔ ۔ مونږ خو پهٔ دنیا کښې ستاسو ملګری وو اؤ پهٔ ظاهره ایماندارو کښې شمېر وو ۔ نو ستاسو دَ ملګرتیا دغه نتیجه شوه چې اوس مونږ پهٔ تیارهٔ کښې پرېږدیٔ ۔ (فرښتې به ورته ووائی) چې دې ځائې نه واپس شیٔ اؤ خپل ځائې کښې ځان له خپله رڼا پیدا کړیٔ کهٔ پیدا کؤلے شیٔ ۔ هغوی چې لږ پهٔ شا شی نو دَ ایماندارو اؤ دَ دغې منافقانو ترمینځه به یو دیوال جوړ شی اؤ دَ ایماندارو دَ ایمان رڼا به ترې بالکل پناه شی ۔ یعنی دَ ایمان رڼا خو پهٔ دنیا کښې پیدا کېده لېکن دنیا درنه وروستو پاتې شوه ۔ اوس کهٔ ورته بیا تللې شیٔ نو لاړ شیٔ اؤ دَ ایمان رڼا ځان سره راوړیٔ ۔ یا دا چې دَ کوم ځائې نه پهٔ پلِ صراط را روان شوی ویٔ هغه ځائې ته بیا واپس شیٔ ۔ کوم ځائې چې پهٔ ایماندارو دَ ایمان رڼا تقسیمېده (یعنی هلته وګوریٔ کهٔ ستاسو پهٔ زړهٔ کښې څهٔ ذره قدرې ایمان وهٔ دَ هغې رڼا به بیا مومیٔ اؤ کهٔ زړهٔ مو دَ ایمان نه بالکل خالی وهٔ نو بیا دَ ایمان طمعه مهٔ کویٔ) ۔
ف۲۵: یعنی بېشکه پهٔ دنیا کښې تاسو زمونږ سره ویٔ اؤ پهٔ خلهٔ مو دَ اسلام دعویٰ کؤله لېکن پهٔ زړهٔ کښې مو شک وهٔ اؤ دَ نفس خواهشونو دوکه درکړه۔ تباه ېٔ کړیٔ پهٔ دې انتظار به ویٔ چې کله به پهٔ مسلمانانو سخته راشی (چې مونږ پهٔ څرګنده دَ کافرو سره شو) دَ دین متعلق دغه شان دَ شکونو پهٔ بوختو کښې ښخ ویٔ اؤ دا خیال مو پهٔ زړهٔ کښې پوخ کړے وهٔ چې دَ اسلام طاقت به کمزورے شی اؤ مونږ به پرې غالب شو ۔ پهٔ دغه خیالاتو کښې ډوب ویٔ چې دَ مرګ نېټه مو پوره شوه ۔ دغه شان دَ دنیا نه لاړیٔ دَ توبې توفیق مو ونهٔ شو ۔ نفس شیطان داسې کندې ته وغورزؤلیٔ چې اوس مو دَ خلاصی مخه نشته ۔
فَالْیَوْمَ لَا یُؤْخَذُ مِنْكُمْ فِدْیَةٌ وَّ لَا مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا١ؕ مَاْوٰىكُمُ النَّارُ١ؕ هِیَ مَوْلٰىكُمْ١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۱۵
ترجمه: نو نن ورځ به نهٔ شی قبلېدے له تاسو نه فدیه اؤ نهٔ دَ منکرانو نه ، دَ ستاسو ټولو کور دوزخ دے ۔ هم دغه دوزخ ستاسو ملګرے دے اؤ ډېر ناکاره ځائې ته ورسېدیٔ ۔ ف۲۶
ف۲۶: یعنی بالفرض کهٔ تاسو منافقان اؤ څرګند کافران پهٔ نن ورځ دَ سزا نه بچ کېدو دپاره څهٔ معاوضه ورکؤل غواړیٔ نو دَ هغې دَ منظورېدو هېڅ طمعه مهٔ کویٔ ۔ هم دغه دوزخ مو کور دے اؤ دغه اور مو ملګرے دے ۔ همېشه به پکښې پراتهٔ ییٔ دَ خلاصی طمع مهٔ کویٔ ۔
اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ وَ مَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ١ۙ وَ لَا یَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْاَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوْبُهُمْ١ؕ وَ كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ۱۶
ترجمه: آیا وخت نهٔ دے راغلے ایماندارو دپاره چې ولړزیږی دَ دوی زړونه دَ الله دَ یادو نه اؤ کوم رښتونے دین چې نازل شوے دے، ف۲۷ اؤ نهٔ دې کیږی دَ هغه خلقو پهٔ شان چا ته چې کتاب ورکړې شوے وهٔ دَ دې نه مخکښې نو بیا وږده شوه پهٔ هغوی موده نو سخت ېٔ شو زړونه اؤ پهٔ دوی کښې ډېر نافرمانه دی ۔ ف۲۸
ف۲۷: یعنی وخت راغلے دے چې مؤمنان دَ قرآن دَ احکامو ، دَ الله دَ یادو اؤ دَ خپل رښتونی دین مخکښې سر ټیټ کړی اؤ ډېر پهٔ اخلاص اؤ زاریٔ دې الله نه دَ خپلو ګناهونو معافی وغواړی ۔
ف۲۸: یعنی پوره ایمان دا دے چې زړهٔ ېٔ نرم وی نصیحت اؤ دَ الله یاد پرې ژر اثر کوی ۔ پهٔ شروع کښې اهلِ کتابو دَ خپل پېغمبر دَ ملګرتیا پهٔ برکت دا خبرې زده کړے وې خو ورو ورو غافله کېدل زړونه ېٔ سخت شول اؤ دَ ایمان هغه کیفیت ېٔ پاتې نهٔ شو ۔ اکثرو پکښې سرکشی اؤ نافرمانی شروع کړه ۔ اوس دَ مسلمانانو وار دے چې دَ خپل پېغمبر پهٔ ملګرتیا کښې دَ زړهٔ نرمی اؤ کامله تابعداری اؤ دَ الله دَ یادو پهٔ وخت اخلاص اؤ زاریٔ غوندې ښهٔ صفات ځان کښې پیدا کړی چې الله تعالیٰ دَ ټولو وړومبیو امتونو نه وچتې مرتبې ورکړی ۔
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا١ؕ قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ۱۷
ترجمه: پوهه شیٔ چې الله ژوندیٔ کوی زمکه دَ هغې دَ مرګ نه پس ، مونږ صفا صفا بیان کړې تاسو ته دَ کار خبرې کهٔ پهٔ تاسو کښې څهٔ عقل وی ۔ ف۲۹
ف۲۹: یعنی دَ عربو خلق جاهلان اؤ ګمراه وو لکه شاړه زمکه ۔ الله تعالیٰ پهٔ خپل فضل دَ ایمان اؤ علم پهٔ روح ژوندی کړل اؤ لویه مرتبه ېٔ ورکړه ۔ غرض دا چې ډېر ګناهګار بنده ته هم مایوس کېدل نهٔ دی پکار ۔ چې پهٔ اخلاص توبه وباسی نو الله تعالیٰ به ورته ګناهونه معاف کړی اؤ روح ته به ېٔ یو نوے ژوند ورکړی ۔ (لکه پهٔ باران چې مړه شاړه بیا شنه اؤ ژوندیٔ شی) ۔
اِنَّ الْمُصَّدِّقِیْنَ وَ الْمُصَّدِّقٰتِ وَ اَقْرَضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعَفُ لَهُمْ وَ لَهُمْ اَجْرٌ كَرِیْمٌ۱۸
ترجمه: بېشکه کوم خلق چې خیرات کؤنکی دی سړی اؤ ښځې اؤ قرض ورکوی الله ته پهٔ ښهٔ طریقه دوچند ورکؤلے شی دوی ته اؤ دوی دپاره دَ عزت ثواب دے ۔ ف۳۰
ف۳۰: یعنی چې دَ الله دَ رضا دپاره پهٔ روغ نیت اؤ اخلاص خرچ وکړی اؤ دَ غیر الله نه دَ څهٔ شکرئے اؤ بدلې طلبګار نهٔ وی نو دا داسې ده لکه الله ته چې قرض ورکړی نو تسلّی دې لری چې دا ورکړه ېٔ بربادیږی نه بلکې څو چنده زیاته به ورته واپس ورسی ۔
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَ رُسُلِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصِّدِّیْقُوْنَ١ۖۗ وَ الشُّهَدَآءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ١ؕ لَهُمْ اَجْرُهُمْ وَ نُوْرُهُمْ١ؕ وَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ۠۱۹
ترجمه: اؤ چا چې ایمان راؤړو پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ ټولو رسولانو هم دغه خلق دی رښتونی ایماندار اؤ دَ خلقو حال ښیونکی دَ الله سره دَ دوی دپاره دَ دوی ثواب دے اؤ رڼا ده ف۳۱ اؤ څوک چې منکر شو اؤ دروغ ېٔ وګڼل زمونږ آیتونه هم دغه دی دَ دوزخ خلق ۔ ف۳۲
ف۳۱: مترجمؒ اَلشُّهَدَآء پهٔ اَلصِّدِّیْقُوْنَ عطف کړے دے ۔ یعنی کوم خلق چې پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسولﷺ پوره یقین وکړی (اؤ دَ دې یقین اثر دَ هغهٔ پهٔ عمل کښې څرګند شی) نو رښتونی اؤ پاخهٔ ایماندار هم دغه کسان دی اؤ دغه کسان به دَ الله سره ګواهیٔ ته حاضریږی اؤ دَ نورو قومونو حال به څرګندوی لکه چې بل ځائې ارشاد دے ۔ وَ کَذَالِكَ جَعَلْنٰکُمْ اُمَّةً وَّ سَطًا لِّتَکُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ وَ یَکُوْنَ الرَّسُوْلُ عَلَیْکُمْ شَهِیْدًا ۔ (دغه شان مونږ وګرځؤلیٔ تاسو درمیانه اُمت چې شیٔ تاسو ګواهان پهٔ خلقو اؤ شی رسولﷺ ګواه پهٔ تاسو)
پهٔ آخرت کښې به دغه کسانو ته دَ خپل خپل عمل اؤ دَ ایمان دَ درجې مناسب ثواب اؤ رڼا ورکؤلے شی ۔ دَ دې آیت نور تفسیرونه هم شوی دی خو دَ زیات تفصیل دلته ګنجائش نشته دغه هومره کافی ده ۔
ف۳۲: یعنی دوزخ پهٔ اصل کښې جوړ شوے هم دَ دې خلقو دپاره دے ۔
اِعْلَمُوْۤا اَنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّ لَهْوٌ وَّ زِیْنَةٌ وَّ تَفَاخُرٌۢ بَیْنَكُمْ وَ تَكَاثُرٌ فِی الْاَمْوَالِ وَ الْاَوْلَادِ١ؕ كَمَثَلِ غَیْثٍ اَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَكُوْنُ حُطَامًا١ؕ وَ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ شَدِیْدٌ١ۙ وَّ مَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانٌ١ؕ وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ۲۰
ترجمه: پوهه شیٔ چې دَ دنیا ژوند خو بس لوبې دی اؤ تماشه ده اؤ ښائست اؤ لوئی کؤل دی پهٔ خپلو کښې اؤ دَ یو بل نه دَ زیاتېدو کوشش دے پهٔ مالونو کښې اؤ پهٔ اولاد کښې ، لکه دَ باران پهٔ شان چې ښائسته ښکاره شو کرونده ګریو ته دَ هغې شینوالې بیا پهٔ زور کښې راغلو بیا به ېٔ تهٔ وینې چې زیړ شو بیا شی مېده شوے ګیاه ، اؤ پهٔ آخرت کښې سخت عذاب دے اؤ معافی هم ده دَ الله دَ طرف نه اؤ راضی کېدل دی اؤ دَ دنیا ژوند خو هم دغه دَ ټګۍ مال دے ف۳۳
ف۳۳: یعنی دَ بنیادم پهٔ وړوکوالی کښې لوبو اؤ تماشو ته زړهٔ کیږی بیا ځان جوړؤلو اؤ سنګار کؤلو ته بیا خپل اعتبار زیاتؤل اؤ شهرت حاصلؤل غواړی چې عمر ېٔ زیات شی نو دَ مال اؤ اولاد فکر شی ورسره چې مرګ رانژدے شو زهٔ خو روان یم خو چې دَ اولاد ژوند مې ښهٔ شی اؤ بې اسرې پاتې نهٔ شی ۔ دا ټول څیزونه فانی اؤ پاتې کیدونکی دی لکه دَ فصل څو ورځې خوند اؤ ښائست وی بیا زیړ شی ، اوچ شی اؤ بنیادم اؤ څاروی ېٔ پهٔ ښپو کښې چوری چوری کړی ۔ دغه حال دَ دنیا دَ ژوند هم دے چې پهٔ اصل کښې یو فریب اؤ دوکه ده ، هېڅ حقیقت ېٔ نشته ۔ نو بنیادم ته پهٔ داسې عارضی څیزونو دوکه کېدل نهٔ دی پکار ، دَ همېشه ژوند فکر ورته پکار دے ۔ دَ دنیا دا فانی څیزونه آخرت کښې هېڅ پکار نهٔ راځی ۔ دَ آخرت پهٔ همېشه ژوند کښې خو ایمان اؤ نیک عمل پکاریږی ۔ چا چې دَ دنیا پهٔ څو ورځې ژوند کښې ځان ته دغه څیزونه جمع کړل هغه کامیاب دے پهٔ آخرت کښې به ترې خپل مالک راضی وی اؤ همېشه ژوند به ېٔ پهٔ آرام اؤ راحت وی اؤ څوک چې دَ ایمان اؤ نیک عمل دَ پنګې نه تش لاس لاړو اؤ دَ کفر اؤ ګناهونو پېټے ېٔ دَ ځان سره یوړو هغهٔ ځان تباه کړو ۔ همېشه ژوند به ېٔ پهٔ عذاب اؤ سختیو وی اؤ چا چې ایمان راؤړے وهٔ خو پهٔ نیک عمل کښې ترې ناراستی شوے وه دَ نیک عمل پنګه ېٔ لږه وه اؤ دَ غلطیو پېټے ېٔ دروند وهٔ هغه به دَ ګناهونو مناسب څهٔ موده دیکې وخوری سخته به تېره کړی ۔ بیا به ورته معافی وشی ۔ دَ دنیا خلاصه هغه وه اؤ دَ آخرت خلاصه دا شوه ۔
سَابِقُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ جَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ١ۙ اُعِدَّتْ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَ رُسُلِهٖ١ؕ ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ۲۱
ترجمه: منډه کړیٔ دَ خپل رب معافیٔ ته اؤ داسې جنت ته ف۳۴ چې پلنوالې ېٔ دومره دے لکه دَ آسمان اؤ زمکې پلنوالی ف۳۵ تیار پروت دے دَ هغه چا دپاره چې یقین ېٔ وکړو پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسول ، دا دَ الله فضل دے ورکوی ېٔ چا ته چې وغواړی اؤ دَ الله فضل ډېر لوئے دے ۔ ف۳۶
ف۳۴: یعنی دَ مرګ نه مخکښې هغه سامان (دَ آخرت) تیار کړیٔ چې پهٔ هغې سره مو کوتاهیانې معاف شی اؤ جنت درته ملاؤ شی ۔ پهٔ دې کار کښې سستی اؤ ډیل کؤل مناسب نهٔ دی ۔
ف۳۵: یعنی کهٔ آسمان اؤ زمکه دواړه یو ځائې کړی شی نو دَ دې برابر به ېٔ پلنوالې وی ۔ ووږدوالې به ېٔ څومره وی؟ دا الله ته معلومه ده ۔
ف۳۶: یعنی ایمان اؤ نیک عمل دَ جنت حاصلؤلو ذریعه ده لېکن اصل کښې جنت موندې شی دَ الله پهٔ فضل اؤ رحم ۔ کهٔ دَ هغهٔ فضل نهٔ وی نو بنده دَ سزا نه هم نهٔ شی خلاصېدے جنت ګټل خو لا پاتې ۔
مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ فِی الْاَرْضِ وَ لَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّبْرَاَهَا١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌۚۖ۲۲
ترجمه: هېڅ آفت نهٔ پرېوځی پهٔ ملک اؤ نهٔ ستاسو پهٔ ځانونو چې لیکلے شوے نهٔ وی پهٔ کتاب کښې وړومبے دَ دې نه چې مونږ ېٔ پیدا کړو پهٔ دنیا کښې ف۳۷ بېشکه دا کار الله ته آسان دے ۔ ف۳۸
ف۳۷: چې پهٔ ملک کښې کومه عامه وبا راشی یا زلزله یا قحط یا بل څهٔ سخته، یا تاسو ته خپله څهٔ تکلیف ورسی دا هر څهٔ دَ الله پهٔ علم کښې دَ وړاندې نه مقرر دی اؤ پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکلی دی دَ هغې موافق پهٔ دنیا کښې څرګندیږی یو ذره کمے زیاتے یا وړاندې وروستو پکښې نهٔ راځی ۔
ف۳۸: یعنی دَ الله تعالیٰ علم پهٔ هر څیز باندې ذاتی دے ، څهٔ پهٔ محنت ېٔ نهٔ دے حاصل کړے ۔ نو بیا دَ خپل کامل علم موافق دغه کارونه پهٔ لوحِ محفوظ کښې لیکل ورته څهٔ ګران دی؟
لِّكَیْلَا تَاْسَوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَ لَا تَفْرَحُوْا بِمَاۤ اٰتٰىكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرِۙ۲۳
ترجمه: دې دپاره چې تاسو خفه نهٔ شیٔ پهٔ هغه څیز چې پهٔ لاس درنهٔ شی اؤ چې غاوره نهٔ شیٔ پهٔ هغه څیز کوم چې ېٔ درکړو ۔ ف۳۹
ف۳۹: یعنی الله تعالیٰ پهٔ دې حقیقت ځکه خبر کړیٔ چې تاسو پوهه شیٔ چې کوم خیر چې ستاسو دپاره لیکلې شوے دے هغه به ضرور در رسی ، هېڅوک ېٔ بندؤلے نهٔ شی اؤ څهٔ چې مو پهٔ نصیب کښې نشته هغې دپاره کهٔ ډېر کوشش وکړیٔ هم پهٔ لاس نهٔ شی درتلې ۔ څهٔ چې دَ الله تعالیٰ پهٔ قدیم علم کښې مقرر دی هم هغه شان به کیږی ۔ نو کوم شے چې پهٔ لاس در نهٔ شی هغې پسې خفګان بې فائدې دے ۔ اؤ کوم شے چې پهٔ لاس درشی پهٔ هغې غرور اؤ لوئی مهٔ کویٔ بلکې دَ سختیٔ اؤ ناکامیٔ پهٔ وخت کښې شکر اؤ حمد و ثنا واییٔ ۔
تنبیه: پهٔ وړومبنی آیت کښې وئیلی شوی وو چې دَ دنیا پهٔ عیش و آرام کښې بنده ته دَ الله دَ یادو نه غافل کېدل نهٔ دی پکار ۔ دلته وښیٔلی شو چې دَ تکلیف اؤ سختې پهٔ وخت کښې صبر اؤ استقلال پکار دے اؤ دَ حد نه تجاوز ښهٔ نهٔ دے ۔
اِ۟لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَ یَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ١ؕ وَ مَنْ یَّتَوَلَّ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ۲۴
ترجمه: اؤ دَ الله خوښ نهٔ دے هېڅ یو کبرژن لوئی کؤنکے څوک چې خپله نهٔ ورکوی اؤ نورو خلقو ته هم دَ نهٔ ورکړې چل ښیٔ ف۴۰ اؤ څوک چې مخ واړوی نو الله بې پرواه دے دَ ټولو خوبیو لائق ۔ ف۴۱
ف۴۰: دَ ډېرو مالدارو هم دغسې حال وی چې فخر اؤ لوئے خبرې خو ډېرې کوی لېکن دَ خرچ پهٔ وخت ېٔ بیا پیسه دَ جیبه نهٔ ووځی ۔ خپله ېٔ هم دَ خیر پهٔ کار کښې نصیب نهٔ وی اؤ بل هم منع کوی ، پهٔ خلهٔ ورته هم وائی اؤ پهٔ خپل عمل هم ورته دغه لار ښئی ۔ دَ ښهٔ کار پهٔ وخت خرچ کښې دَ بل نه وړاندې کېدل دَ توکلیانو اؤ دَ همتیانو کار دے چې دَ مال سره ېٔ مینه نهٔ وی اؤ پوهیږی چې سخته اؤ راحته ټول دَ هغې حقیقی بادشاه اؤ اصلی مالک کار دے ۔
ف۴۱: یعنی ستاسو پهٔ خرڅ کؤلو یا نهٔ کؤلو کښې الله ته هېڅ فائده یا نقصان نهٔ رسی هغه خو بې پرواه بادشاه دے ، ټولې خوبیٔ اؤ اعلیٰ کمالونه دَ هغهٔ پهٔ ذات کښې راجمع دی ۔ ستاسو پهٔ څهٔ ښهٔ کار دَ هغهٔ پهٔ خوبیٔ کښې څهٔ زیاتے نهٔ کیږی ۔ بلکې دَ ښهٔ کار خیر اؤ فائده هم ستاسو ده کهٔ دَ الله دَ رضا دپاره مال لګویٔ نو فائده به ېٔ واخلیٔ ګنی نقصان به ېٔ هم ستاسو وی ۔
لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَیِّنٰتِ وَ اَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتٰبَ وَ الْمِیْزَانَ لِیَقُوْمَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ١ۚ وَ اَنْزَلْنَا الْحَدِیْدَ فِیْهِ بَاْسٌ شَدِیْدٌ وَّ مَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ وَ رُسُلَهٗ بِالْغَیْبِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ عَزِیْزٌ۠۲۵
ترجمه: مونږ را واستؤل خپل رسولان دَ څرګندو نښانو سره اؤ نازل مو کړو ورسره کتاب اؤ تله چې خلق ټینګ ودریږی پهٔ انصاف ۔ ف۴۲ اؤ مونږ را واستؤله وسپنه ف۴۳ پهٔ دې سخت جنګ دے اؤ دَ خلقو دپاره ډېرې فائدې دی ف۴۴ اؤ چې معلوم کړی الله چې څوک مرسته کوی دَ هغهٔ اؤ دَ هغهٔ دَ رسولانو پهٔ نالیدو ۔ ف۴۵ بېشکه الله زورور دے زبردست ۔ ف۴۶
ف۴۲: یعنی خپل کتاب ېٔ دې دپاره نازل کړو چې دَ خلقو عقیدې ، اخلاق اؤ عملونه سم شی اؤ دَ انصاف پهٔ صفا لاره روان شی اؤ تله ېٔ دې دپاره پیدا کړه چې خلق دَ اخستلو اؤ خرڅؤلو پهٔ معاملو کښې پهٔ انصاف چلیږی اؤ کمے زیاتے نهٔ کوی اؤ ممکنه ده چې دَ تلې نه مراد دَ شریعت حکمونه وی پهٔ کومو چې دَ ټولو کارونو دَ ښهٔ والی اؤ بدوالی پوره پوره اندازه لګؤلے شی اؤ ښهٔ اؤ خراب پرې معلومیږی ۔ والله اعلم ۔
ف۴۳: یعنی پهٔ خپل قدرت ېٔ زمکه کښې دَ وسپنې درنګونه پیدا کړل ۔ یعنی دَ وسپنې نه دَ جنګ وسلې جوړیږی اؤ خلقو ته ترې نورې هم ډېرې فائدې رسی ۔
ف۴۴: یعنی دَ اوسپنې نه دَ جنګ ډېر سامان (وسله وغېره) تیاریږی اؤ دَ خلقو پرې ډېر کارونه چلیږی ۔
ف۴۵: یعنی څوک چې دَ آسمانی کتاب هدایت ونهٔ منی اؤ پهٔ دنیا کښې دَ انصاف تله وچته نهٔ کړی ۔ داسې ظالمانو ته دَ سزا ورکؤلو ضرورت دے اؤ پهٔ داسې نافرمانو دَ الله رسول حکم منل اؤ دَ حق دین وقار پورته کؤل اؤ دَ دین پهٔ حمایت کښې جهاد کؤل اؤ دَ تورې نه کار اخستل ضروری دی ۔ پهٔ داسې وخت کښې معلوم شی چې څوک وفادار بندیان دی اؤ پهٔ نالیدلی اجر اؤ ثواب یقین کوی اؤ دَ خپل دین اؤ رسول مرسته کوی ۔
ف۴۶: یعنی دَ جهاد حکم دې دپاره نهٔ دے چې ګنی الله ستاسو امداد ته حاجتمند دے ۔ هغه زورور اؤ پهٔ هر چا غالب دے هغهٔ ته دَ چا دَ امداد حاجت نشته ۔ البته دا دَ ایماندارو دَ وفاداریٔ امتحان دے اؤ پهٔ دې کښې چې څوک کامیاب شو وچتې مرتبې به وګټی ۔
وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا وَّ اِبْرٰهِیْمَ وَ جَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَ الْكِتٰبَ فَمِنْهُمْ مُّهْتَدٍ١ۚ وَ كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ۲۶
ترجمه: اؤ مونږ را واستؤلو نوح اؤ ابراهیم اؤ مقرر مو کړه دَ دې دواړو پهٔ اولاد کښې پېغمبری اؤ کتاب ف۴۷ نو بیا ځنی پهٔ دوی کښې پهٔ سمه لار دی اؤ ډېر پکښې نافرمانه دی ۔ ف۴۸
ف۴۷: یعنی دَ پېغمبریٔ اؤ آسمانی کتاب دپاره دَ دې دواړو پېغمبرانو اولاد غوره شوے دے ۔ دَ دوی نه پس به دا دولت دَ بل چا دَ اولاد پهٔ برخه نهٔ وی ۔
ف۴۸: یعنی کومو قومونو ته چې دا دواړه پېغمبران راستؤلی شوی وو پهٔ هغوی کښې ځنو خو ایمان راؤړو لېکن ډېر نافرمانه شو ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دَ دې پېغمبرانو پهٔ اولاد کښې ځنی خو پهٔ سمه لار پاتی شو اؤ ډېر پکښې نافرمانه شو ۔
ثُمَّ قَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَ قَفَّیْنَا بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ وَ اٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ١ۙ۬ وَ جَعَلْنَا فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ رَاْفَةً وَّ رَحْمَةً١ؕ وَ رَهْبَانِیَّةَ اِ۟بْتَدَعُوْهَا مَا كَتَبْنٰهَا عَلَیْهِمْ اِلَّا ابْتِغَآءَ رِضْوَانِ اللّٰهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَایَتِهَا١ۚ فَاٰتَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْهُمْ اَجْرَهُمْ١ۚ وَ كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ۲۷
ترجمه: بیا مونږ ورپسې را واستؤل دَ دوی پهٔ پلونو خپل رسولان ف۴۹ اؤ ورپسې مو را واستؤلو عیسٰی ابن مریم اؤ هغهٔ ته مو ورکړو انجیل ف۵۰ اؤ وامو چؤله دَ هغهٔ دَ تابعدارو پهٔ زړونو کښې نرمی اؤ مهربانی ف۵۱ اؤ دنیا ترک کؤل کوم چې دوی دَ ځانه نوے خبره را وستې وه ، مونږ نهٔ وهٔ لیکلې پهٔ دوی مګر دَ الله رضا غوښتل بیا دوی دَ دې خیال ونهٔ ساتلو څنګه چې ورته خیال ساتل پکار وو ف۵۲ بیا ورکړه مونږ پهٔ دوی کښې ایماندارو ته بدله ، اؤ پهٔ دوی کښې ډېر دی نافرمانه ۔ ف۵۳
ف۴۹: یعنی دې دواړو پېغمبرانو نه پس چې کوم پېغمبران راستؤلی شوی وو هغوی هم دَ هغه وړومبیو پهٔ نقشِ قدم روان وو ځکه چې دَ دین اصول اؤ غټې غټې خبرې دَ ټولو یو دی ۔
ف۵۰: یعنی دَ بنی اسرائیلو دَ نبیانو پهٔ آخر کښې حضرت عیسٰیؑ ته انجیل ورکړې شو ۔
ف۵۱: یعنی کوم چې پهٔ رښتیا دَ عیسٰیؑ تابعدار اؤ دَ هغهٔ پهٔ لار روان وو الله تعالیٰ دَ هغوی پهٔ زړونو کښې نرمی اؤ مهربانی واچؤله ۔ پهٔ خپلو کښې ېٔ هم دَ یو بل سره مینه وه اؤ دَ الله دَ نور مخلوق سره به ېٔ هم دَ مهربانیٔ سلوک کؤلو ۔
ف۵۲: یعنی وړاندې بیا دَ عیسٰیؑ تابعدار دَ بې دینه بادشاهانو دَ لاسه تنګ شو اؤ دَ دنیا دَ لانجو نه ستړی شو نو دَ رهبانیت (دنیا ترک کؤلو) یوه نوے خبره ېٔ دَ ځانه جوړه کړه چې الله دَ دې حکم نهٔ وهٔ ورکړې خو دَ هغوی نیت دَ الله دَ رضا حاصلؤل وو نو بیا ېٔ دا رهبانیت پوره ترسره نهٔ کړو ۔ حضرت شاه صاحبؒ لیکلی دی ۔ دا فقیری اؤ دَ دنیا پرېښؤلو رواج عیسایانو جوړ کړے دے ۔ پهٔ ځنګل کښې به ېٔ جونګړه جوړه کړه ، وادهٔ به ېٔ نهٔ کؤلو ، دَ دنیا څهٔ کار کسب به ېٔ نهٔ کؤلو ، دَ چا سره به ېٔ ملاقات نهٔ کؤلو ۔ بس شپه ورځ به پهٔ عبادت کښې مشغول وو ۔ الله تعالیٰ بندیانو ته دا حکم نهٔ دے کړے چې دنیا داسې ترک کړیٔ ۔ څوک چې پهٔ ځان دَ دنیا پرېښونکی (تارک الدنیا) نوم کیږدی اؤ بیا پهٔ دې پرده کښې دنیا غواړی نو دا ډېره ناکاره خبره ده ۔ حق شریعت اسلام دَ انسانی فطرت نه خلاف (رهبانیت) اجازت نهٔ دے ورکړے ۔ البته ځنو حدیثونو کښې راغلی دی چې دَ دې اُمت رهبانیت جهاد فی سبیل الله دے ځکه چې مجاهد هم خپل دَ دنیا کارونه اؤ خپل خپلوان شا ته کړی اؤ دَ الله دَ رضا دپاره دَ جهاد میدان ته روان شی ۔
تنبیه: بدعت وئیلی شی داسې کار ته چې دَ هغې بنیاد پهٔ قرآن ، حدیث اؤ حضور اکرمﷺ ته پهٔ نژدے زمانه کښې نهٔ شی موندې اؤ خلق ېٔ دَ ثواب پهٔ خیال کوی اؤ دَ دین کار ېٔ ګڼی ۔
ف۵۳: یعنی پهٔ دوی کښې اکثر نافرمانه دی ځکه سره دَ دې چې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ ښهٔ پیژنی خو بیا هم پهٔ خاتم الانبیاء ایمان نهٔ راؤړی ۔
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اٰمِنُوْا بِرَسُوْلِهٖ یُؤْتِكُمْ كِفْلَیْنِ مِنْ رَّحْمَتِهٖ وَ یَجْعَلْ لَّكُمْ نُوْرًا تَمْشُوْنَ بِهٖ وَ یَغْفِرْ لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌۚۙ۲۸
ترجمه: اے ایماندارو ویره کویٔ دَ الله نه اؤ یقین کویٔ دَ هغهٔ پهٔ رسول در به کړی درته دوه حصې دَ خپل رحمت نه اؤ دربه کړی درته رڼا چې ځان سره به ېٔ ګرځویٔ اؤ تاسو به معاف کړی ، اؤ الله دے معاف کؤنکے مهربانه ۔ ف۵۴
ف۵۴: یعنی دَ دې رسول اللهﷺ تابعدار شیٔ چې زاړهٔ ګناهونه درته معاف شی اؤ دَ هر نیک عمل ثواب دوچند کړې شی اؤ زړهٔ مو دَ ایمان اؤ تقویٰ دَ نور نه ډک شی اؤ پهٔ آخرت کښې درسره دغه ایمانی نور وړاندې وروستو اؤ ښی طرف ته روان وی اؤ لار ېٔ درته روښانه کړی وی ۔
تنبیه: (علامه عثمانیؒ فرمائی چې) زما پهٔ خیال دا خطاب هغه اهلِ کتابو ته دے چا چې پهٔ حضورﷺ ایمان راؤړے وهٔ ۔ دلته به دَ ”اٰمِنُوْا“ معنٰی پهٔ ایمان ثابت قدم کېدل وی ۔ باقی اهلِ کتابو ته دَ دوچند ثواب ورکېدلو څهٔ تفسیر پهٔ سورتِ قصص کښې تېر شوے دے ۔ هغه وګوریٔ ۔
لِّئَلَّا یَعْلَمَ اَهْلُ الْكِتٰبِ اَلَّا یَقْدِرُوْنَ عَلٰی شَیْءٍ مِّنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَ اَنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ وَ اللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ۠۲۹
ترجمه: چې اهلِ کتاب دا ونهٔ ګڼی چې دوی نهٔ شی حاصلؤلے دَ الله دَ فضل نه هېڅ هم اؤ لوئی دَ الله پهٔ لاس کښې ده ورکوی ېٔ چا ته چې وغواړی اؤ دَ الله فضل ډېر لوئے دے ۔ ف۵۵
ف۵۵: اهلِ کتابو به ارمان کؤلو چې افسوس دے مونږ دَ پېغمبرانو نه ډېره وروستیٔ زمانه کښې پیدا شو دَ هغې مرتبو اؤ ثوابونو نه بې برخې شو کوم چې دَ پېغمبرانو پهٔ صحبت اؤ ملګرتیا کښې حاصلېدے شی ۔ نو هغوی ته وئیلی شی چې دا دے دَ الله آخری رسول موجود دے ۔ دَ دهٔ پهٔ تابعداریٔ کښې تاسو هره لویه درجه اؤ هر کمال حاصلؤلے شیٔ ۔ دَ الله فضل بند شوے نهٔ دے ۔
تنبیه: حضور شاه صاحبؒ دَ دې آیت دغه تفسیر کړے دے لېکن ډېرو مشرانو مفسرانو داسې تفسیر کړے دے چې دلته ”لِّئَلَّا یَعْلَمَ “ دَ ”لِکَیْ یَعْلَمَ“ پهٔ معنٰی دے ۔ یعنی چې پوهه شی هغه اهلِ کتاب چا چې ایمان نهٔ دے راوړے چې دَ الله پهٔ فضل دَ دوی څهٔ وس نهٔ رسی ۔ دا دَ الله اختیار دے چې چا ته دَ ایمان توفیق ورکوی اؤ چا ته نهٔ ورکوی ۔ نو پهٔ اهلِ کتابو کښې پهٔ چا چې الله فضل وکړو دَ ایمان توفیق ېٔ ورکړو نو هغوی ته زاړهٔ ګناهونه معاف شو اؤ دَ هر نیک کار ېٔ دوچند اجر حاصل کړو اؤ دَ ایمان رڼا ېٔ ومونده ۔ اؤ چا چې ایمان رانهٔ وړو هغه دَ دې نعمتونو نه بې برخې پاتی شو ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔