تقريظ دَ پروفيسر عنوان الدين کاکا خيل


کهٔ رڼا ده پيروي دَ محمدﷺ ده


پهٔ پښتو ژبه دَ روښاني مذهبي ، ديني اؤ صوفيانه ادب ډېر لرغني دي۔اؤ دَ صوفيانه کلام ډېرې درنې پنګې دَ پښتو ادب ډېر ارزښتناک کړے دے۔ دا دَدې خبرې ثبوت دے چې پښتون قام من حيث القوم پهٔ رضا و رغبت ، مينه اؤ خوشحالۍ اسلام خپل کړے اؤ قبول کړے دے۔ ځکه اوس هم پښتانهٔ پهٔ اسلام ډېر مين دي۔ دَ خدایٔ تعالیٰ جل جلاله اؤ دَ رسول پاک ﷺ سره دَ مينې جذبه ئی تل تر و تازه توانه اؤ تانده ده۔پهٔ دې منطقه کښې اسلام دَ صوفياؤ کرامو دَ عملي ژوند دَ نمونو اؤ تعليماتو دَ رڼا پهٔ برکت خور شوے دے ۔ پهٔ دې سلسله کښې دَ صوفياؤ کرامو ، مشایٔخ عظام اؤ علماېٔ دين دَ کوششونو سره دَ شعراءِ کرام هلې ځلې هم دَ ذکر اؤ ستایٔنې وړ دي۔

دَ پښتو کلاسيکي ادب تر ډېره حده پهٔ صوفيانه بنيادونو اډاڼه لري۔بلکې تنقيد نګاران ئې پهٔ لويو لويو ادبي تحريکاتو حسابوي۔دَ سليمان ماکو دَ تذکرة الاولياء نه راواخلې دَ اخوند درويزه بابا ، دَ خوشحال خان اؤ رحمان بابا سبکونه ، دَ محمدي صاحب چې دَ سوکنو دَ مياڼ عمر صاحب دَ لوئے ګدۍ اؤ خانقاه وارث ؤ دَ علم اؤ عرفان ، سلوک اؤ تصوف دا وږدې سلسلې کړۍ په کړۍ رارسيدلي دي اؤ لا پهٔ مخه روانې دي۔ددې غټو غټو سلسلو نه علاوه دَ پښتو عامو شاعرانو کښې هم دَ پخوا نه دا روايت راروان دے چې دَ خپل کلام اؤ کتاب ابتدا دَ باري تعالې دَّ حمد ورپسې دَ نعت شريف نه کوي اؤ بعضې کسان دَ تبرک دَ پاره دَ خپل پير منقبت هم په دې قطار کښې ځايوي۔کهٔ يو خوا اولسي شاعرانو دَ شاعرۍ په هر صنف کښې دَّ حمد باري تعالیٰ ، نعتونو اؤ منقبتونو تجرئې کړي دي نو بل خوا دَ جديد دور دَ پښتو شاعرانو هم دا روايت برقرا ر ساتلے دے۔

دې خاورې ډېر نامتو نعت ګو شاعران اؤ خوش اوازه نعت خوانان ځيږولي دي چې دَ تفصيلي ذکر ئې دا موقع نهٔ ده۔ پهٔ داسې نوموړو کسانو کښې يو دروند شخصيت سيد شبير احمد کاکاخيل هم دے چې دل بہ يار و دست بہ کار ئې دَ ژوندانهٔ لار ده۔ دو پهٔ لږه موده کښې په اردو کښې دَ ايمان افروز ايمان پهٔ ژبه شاهراهِ محبت اؤ پيغامِ محبت غوندې دوه شاهکار کتابونه چاپ کړي دي اؤ دَ نورو ليکلو اراده ئې ده۔ دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دَ خپلې صایٔئې اؤ ايمانانه رایٔ مطابق هغو خپلو ماشومانو تهٔ وییٔلي دي چې بهر دَ ضرورت مطابق چې هره ژبه وایَیٔ خو پهٔ کور کښې دننه به پښتو وایَیٔ۔کهٔ داسې نهٔ وي نو دا به دَ پښتو ژئې سره ئې وفایٔی وي۔

زهٔ اکثر دا خبره کوم چې پښتو دَ الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ دَ رسول پهٔ مينه مست قام ژبه ده ځکه دَ دې دَ ارتقا اؤ ترويج دَ پاره غيبي لارې چارې پرانستے شي۔داسې درانهٔ اؤ سپيځلي شخصيتونه پيدا شي چې دَ هغویٔ ئې لوثه هلې ځلې دَ پښتو ژئې دَ ترقۍ اؤ ودې باعث وګرځي۔

سيد شبير احمد کاکاخيل صاحب وایٔی چې ما پهٔ اردو کښې دوه شعري مجموعې شاهراهِ محبت اؤ پيعامِ محبت چاپ کړو نو يوه ورځ مې زړهٔ ته خيال راغلهٔ چې زهٔ خپلو بچو ته خو دَ پښتو ژئې سره دَ وفادارۍ تلقين کوم اؤ په خپلهٔ مې پهٔ پښتو کښې لا يو کتاب هم نهٔ دے چاپ کړے۔ دا دَمورنۍ ژئې سره ئې وفایٔ نهٔ ده؟ دا دَ شاه صاحب هغه تاريخي اعتراف دے چې پښتو ژبه به پرې مدام وياړ کوي ۔ دَ پښتو دَ ادب په تاريخ کښې به تل روښانه اؤ معتبره حواله ګڼلے شي۔ بلکي پهٔ زرزري ټيکو کښې دَ ليک جوګه حواله ده۔

کاکاخيل صاحب وایٔی چې دَ دې احساس بيداريدو سره ما سمدستي اراده وکړه چې هم پهٔ دې نومونو هم دَدې شعرونو پهٔ رڼا کښې به پهٔ پښتو کښې کتابونه ليکم ۔ الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ نيکه اراده کښې برکت واچولو اؤ شاه صاحب پهٔ دې کار کښې بريالے شو۔"دَ مينې شاهراه "اؤ "دَ مينې پېغام" په نومونو ئې دوه کتابونه وليکل اؤ دَ دواړو کمپوز شده نسخې زما مخښې تهٔ پرتې دي۔ ډېر زر به ان شاء الله دا دواړه چاپ شي۔ ډېرو سترو اؤ لويو شاعرانو دا اعتراف څهٔ چې اقرار کړے دے چې زمونږ شاعري دَ يو پيغام دَ رسؤلو ذريعه ده ۔ علامه اقبال خو ډېر ښکلے مثال ورکړے دے ۔


سوۓ منزل می کشم ناقۂ بے مہار را


چې دَ شاعرۍ په ذريعه خپل قام منزل طرف ته راکاږم

بعينه دغه مطلب اؤ مقصد اؤ مدعا دَ ښاغلي شبير احمد صاحب هم ده چې دَ شاعرۍ پهٔ قالب کښې پيغام خپل قام تهٔ ، مسلمانانو تهٔ ، يا دنيا تهٔ رسول غواړي۔

دَ شبير احمد صاحب پيغام څهٔ دے؟ دا هم هغه پيغام دے چې دَ زرګونو کالو راسې پهٔ مختلفو وختونو کښې پيغمبران انبياء کرام ، اولياء الله ، پيرانِ عظام ، علمایِٔ دين ،فلسفيان اؤ شاعران دَ انسانيت دَ خير ښيګړې دَ پاره انسانانو تهٔ رسول غواړي۔دا هغهٔ حق ، رښتونے اؤ ابدي پيغام دے چې دَ قران پاک دَ تعليماتو اؤ دَ حضور ﷺ دَ اسوه حسنه پهٔ شکل دَ نني دور دَ انسانانو دَ جملوؤ اخلاقي ،سماجي ، خرابيو ، ذهني رنځونو ، مادي ضرورتونو يو شافي اؤ جامع حل دے۔

۔ دَ موصوف دَ شاعرۍ تنه بوده کهٔ هغه" دَ مينې شاهراه " دے اؤ کهٔ " دَ مينې پيغام "هم دَ دې پاکې سپيځلې افاقی اؤ الوهی مينې نه وودلې شوې ده۔دا دَ رڼا اؤ نور هغه پلوشې دی چې دَ کومو پهٔ حقله رحمان بابا وا یٔ چې !


کهٔ رڼا ده پيروي دَ محمد ﷺ ده


داسې شاعرۍ نه ځيګيدلې پيغامونه دَ انوارو اؤ تجلياتو پهٔ شکل کښې دَ شاعر په روښانه ذهن دَ ملکوتی حسن دَ پرخې پونه وروی اؤ شاعر دَ راپاريدلی قلبی وارداتو لهٔ کبله دَ جذب او انجذاب دَ پُر کيفه لمحاتو پهٔ بهير کښې لستونکي ځان سره پهٔ دې سرور کښې شريکؤل غواړی۔ دغه بهير دَ دين محمدی ﷺ پيروی ده۔

دَ پيغام محبت شاعری مونږ نهٔ دَ شعر پهٔ فنی پيمانوځيرلې شو اؤ نهٔ ئې دَ تنقيد پهٔ زرکاڼی سنجولې شو۔ دَ دې دوه وجهې دی۔ يو خو" دَ مينې پيغام " شاعری عامه شاعری نهٔ ده بلکې دَ يو لافانی، ابدی اؤ افاقی پيغام دَ خورؤلو ذريعه ده۔ چې زيات تعلق ئې دَ قلبی وارداتو څخه دے۔بل دا دَ اردو شعر من و عن ترجمه نهٔ ده بلکې دَ پښتو جامې وراغستولې شوي دي۔ پهٔ حالاتو کښې خامخا لرے برے راځی۔ دلته به دَ شاعر نيت پهٔ نظر کښې ساتل پکار وي، فنی باريکی اؤ نزاکتونه نه۔

خو لکه څنګه چې دَ شاه صاحب نيکې ارادې اؤ سپيځلي مقصدونه دَ کاميابۍ منزلونه غوڅوي دغه شان پهٔ مبارکه اؤ بختوره سلسله کښې هم خوش بختانه شبير احمد صاحب دَ يو دروند علمي اؤ ادبي شخصيت پروفيسر سيد محمود ظفر صاحب ملا تړ حاصل شو۔ هغوی په دې سلسله کښې رسا فکر، ژور نظر اؤ تيز ذهن لری۔ پخپله هم صاحب طرز اديب اؤ دَ ښکاره مقام څښتن شاعر دے۔ پهٔ دې مجموعه ئې نظر اچولې دے۔ يوئې نوې املا ته برابر کړے ده۔ بل ډېر ابيات چې نيمګړي ليکلي شوي وو هغه ئې برابر کړي دی۔شايد چې دا نيمګړتيا دَ اصل مسودې دَ نقل کونکي لهٔ کبله وه۔

هسې خو دَ موضوع پهٔ لحاظ دا شعری مجموعه دَ لعل و جواهرو لړۍ اؤ خشبويه ګلونو ګل دسته ده۔ خو دَ ځنو شعرونو پهٔ خوند کښې تاسو هم ځان سره شريکوم۔


دادے دَ حرم فيض چې هر طرف ئې نور خوريږي

وريځې سمندر نهٔ دَ رحمت قطار قطار دي


دا زړونه بدلوي ځکه راغلي ورته ټول دي

دَ مينې دَ دنيا سره چې زړونه کوم بيمار دي


دَ کعبې صحبت څهٔ دا رنګ بيانیٔ!


رحمتونه لهٔ کعبې راباندې سم دي

دے دا کور دَ رحمتونو سمندر


چکرونه په ظاهر شي ترې وهلے

پهٔ باطن کښې دا څهٔ بل ښکاري چکر


يا دَکعبې عظمت پهٔ باره کښې دا !


ډک دَ نور يو سمندر دے دا کعبه

حقيقت نه ئې هيڅ څوک نهٔ دي آګاه


ده دنيا وته نقطه يو دَ وحدت

ټول عالم دَپاره داده سجده ګاه


دَ حاجيانو صاحبانو دَ کعبې سره دَ محبت دا ننداره ښایٔی !


لهٔ کعبې ځنې تاويږي خپل خپل رنګ کښې

بس دَ يو پهٔ خيال کښې ډوب دي سرګردان دي


دَدې کور سره چې داسې مينه کيږي

سوزي ځان سره چې کوم ئې دښمنان دي


ډوب کړه ځان تهٔ دَ کعبې پهٔ نظاره کښې

اے شبيره دې کښې نښې دَ جانان دي


دَ خانه کغبې نه دَ تللو غم اؤ په روضٔه اقدس دَ حاضرۍ خوشحالي څهٔ داسې جمع کوي۔


لهٔ کعبې جدا کيدل دي هم مې زړۂ کښې مدينه ده

هم ژړيږم هم مې شوق دے داخبره عجيبه ده


اؤ دَ مدينې دَ لارې ليکلے دا لافاني شعر!


پهٔ تلو تلو کښې پهٔ سړک غواړم چې ښکل کړم

چې ليکلي پهٔ کوم بورډ دي مدينه


دَ مدينې دَ لارې دَ شاعرۍ پهٔ باره کښې!


اے قلمه ستړے نهٔ شې خيال ساته نن دَ شبير

دي پهٔ خولهٔ کښې ئې اشعار دے سفر دَ مدينې


دَ حاضرۍ جذبات په ٔ دې طريقه بيانوي۔


بل صورت کله ښودلے شمه دلته

دَ ښودلو دلته کښې مې صورت نشته


چرته دا عالم اؤ چرته شبير خاورې

چې دَدې اؤ دَ هغې څهٔ نسبت نشته


بعضې خلق چې دَ الله دَ محبت اؤ دَ رسول ﷺ دَ امت په مينځ کښې حيران وي دَ هغوی دَ پاره دا کافي دے۔


خدایٔ دا غواړي چې درود پهٔ مصطفےٰ وئيلے کيږي

شو دََ خدایٔ پهٔ ذکر مست مونږ، دَ نبي خوښه ده دا


الله غواړي چې پهٔ لار دَ محمدﷺ باندې روان شو

اؤ په خولهٔ دَ محمد دي لا اله الا الله


دَ حضور ﷺ دَ محبت رنګ داسې هم بيانوي!


دے څومره لوئې نعمت دَمحبت دَ پاک رسول

دے څومره ضروري متابعت دَ پاک رسول


دا پياوړې روحانی شخصيت دَ علم و عرفان، سلوک اؤ تصوف دَ علم بردارې روحانی سلسلو دَ کاکا خيلو مياګانو پهٔ درنه علمی کورنۍ کښې دَ صوابیٔ ضلعې پهٔ مشهور کلي جهانګيری کښې پيدا شوے دے اؤ دَ سيد علی شاه ځوئے دے۔ دَ پيدایٔش تاريخ ئې 24 اپريل 1954 دے۔ ابتدایٔ تعليم ئې خپل کلی کښې حاصل کړے دے۔ايف۔ايس۔سی ئې دَ اسلاميه کالج پيښور نه کړي ده اؤ بی۔ايس۔سی ئې ميکنيکل انجنئرنګ کښې پهٔ امتيازی حيثيت سره دَپيښور يونيورسټۍ نهٔ کړي ده ۔ پهٔ انجنیٔرنګ کښې دَ کمپيوټر په استعمال ئې تحقيق په جرمني کښې پهٔ کارلسروهے يونيورسټۍ کښې دَ مشهور پروفيسر شناک په سرپرستۍ کښې کړے دے۔نن سبا پهَٔ اټامک انرجی کميشن کښې دَ ډپټی چيف انجينئر پهٔ عهده کار کوي۔

دَ ملازمت پهٔ دوران کښې پهٔ يورپ اؤ امريکا کښې پهٔ علمی سيمينارونو اؤ تعليمی کانفرنسونو کښې شرکت کړے دے۔ پهٔ اسلام، سائنس اؤ دينی امورو ئې تحقيقی مقالې اؤ کتابونه لکه فهم الميراث، ميراث کا آسان حساب ،فهم الفلکيات،فهم الرياضي ،کشف هلال وغيره ليکلې دي۔دَ تصوف پهٔ ميدان کښې ئې زبدة التصوف ،تصوف کا خلاصہ ، فهم التصوف ليکلي دي ۔ دَ دې نه علاوه وبپاڼه tazkia.org هم دَدوی پهٔ سرپرستۍ کښې دَ خانقاه امداديه نه مستقل چليږي ۔ پهٔ خانقاه امداديه کښې شاه صيب روزانه پهٔ مختلفو موضوعاتو درس ورکوي اؤ پهٔ دې کښې دَ خالي په ورځ دَ مثنوي شريف درس هم کيږي کوم چې دَ طريقِ جذب ترجمان دے ۔

شاه صاحب دَ اسلام دَ افاقی اؤ ابدی پيغام دَ خورولو دپاره هره لار خپله کړے ده۔ دَ ليک لوست نه علاوه دَ شاه صاحب بله غټه کارنامه ځائے پهٔ ځائے دَ خانقاه ګانو جوړول دی۔ لکه پنډۍ الله آباد، جهانګيره، سخاکوټ ملاکنډ ايجنسی، لاهور، فيصل آباد اؤ کراچۍ کښې ئې دا روحانی مرکزونه قائم کړی دی۔دلته نهٔ صرف دَ حال و قال محفلونه، دَ ذکر و اذکار مجلسونه، دَ روحانی تربيتونو اؤ تزکيه نفس غنډې کيږی بلکې دَ اسلامي تعليماتو دَ درس و تدريس موثرې اؤ معتبرې ادارې هم دی۔ الله تعالیٰ دې دَ علم و عرفان دا سر چينې دغه شان تل تر تله روانې اؤ تاندې لری۔ چې دَ سلوک اؤ معرفت دَ لارې تنده غری پرې دغه شان سيرابيږی۔ امين۔

نننۍ نړۍ خونړۍ ده۔، دَ ظلم اؤ بربريت ښکار ده۔، دَ سړی خورګۍ اؤ استحصال دَ لاسه انسانيت پهٔ اور کښې ولاړ دے۔ زياتی خورګۍ اؤ زورګيرۍ دَ دنيا امن تالا ترغه کړے دے ۔ قامونه دَ امن پهٔ تلاش کښې سرګردانه اؤ پريشانه دی ۔ انسان پهٔ رنګ رنګ زنځوريو کښې اخته اؤ بلاګانو کښې ګېر دے ۔ دَ زړهٔ دَ اطمينان پهٔ لټون کښې دے۔ پهٔ داسې حالاتو کښې دَ مينې، ورور ولۍ اؤ دَ امن پيغام دَ شريعت محمدیﷺ پهٔ پيروۍ کښې پټ دے ،۔دَ کوم دَ خبرونې دپاره چې شاه صاحب شپه اؤ ورځ لګيا دے کار کوی۔ الله تعالیٰ دې وکړی چې دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دا ئې لوثه کوششونه دَ لوی الله پهٔ در کښې قبول شی چې دوی خپل مرام حاصل کړی۔ دا دې دَ دوی دپاره دَ دين دنيا توښه وګرځی۔ امين ۔ دا ګناه ګار اؤ پروفيسر سيد محمود ظفر دې هم پهٔ خپلو دعا ګانو کښې ياد لری۔تشکر کوم۔


پروفيسر مياں عنون الدین کاکا خیل

236 بی۔ شیخ ملتون مردان

18 اکتوبر ۲۰۱۳ بمطابق 13 ذوالحج 1434 ھ