اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِینِِِِ۔اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمِ النَّبِیینَ۔
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ۔بِسْمِ اﷲِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشدُّ حُبًّا لِلهِ ۔
دَ مؤمنانو دَ الله تعالیٰ سره ډېر زيات محبت وي۔اؤ کهٔ نهٔ وي نو پکار ده چې وي ۔ پس هره هغه ذريعه چې دَ الله تعالیٰ دَ محبت ذريعه جوړيدے شي دَ هغې استعمال به ضروري وي ۔حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله پهٔ دين باندې دَ عمل نهٔ کولو دوه وجې ښئيلي دي ۔يو هغه چې دَ طبعيت نه اثر اخلي مثلاً دَشهواتو محبت ،پهٔ نمونځ کښې سستی اؤ زکوٰة نهٔ ورکول وغيره ۔دويمه وجه۔ ئې پهٔ عقل دَ ضرورت نه زيات انحصار بيان کړي ده۔ دَ ؤړومبۍ دَ تدارک دَ پاره نمونځ روژه اؤ زکوٰة فرض شوے دے اؤدَ دويمې دَ پاره حج دَ حج پهٔ اعمالو کهٔ څوک نظر واچوي نو پته به ورته ولګي چې پهٔ دې کښې هغه اعمال کولے شي پهٔ کوم کښې چې ئې مهاره عقل باندې انحصار مات کړے شوے دے يا پکښې الله تعالیٰ دَ خپلو محبوبانو اعمال ايښي دي،کومو چې دَ الله د محبت پهٔ لار کښې عقل نهٔ دے خرانډ کړے ۔يعني پهٔ نورو الفاظو کښې دَ عقل دَ فيصله کن کردار نفي ئې کړي ده۔دَدې نه دا مطلب بالکل نهٔ دي اخستل پکار چې شريعت دَ عقل حوصله شکني کوي ۔ بلکې شريعت خو دَ شريعت دَ پاره دَ عقل استعمال ډېر ښهٔ ګڼي ۔ البته الله تعالیٰ دَ محبت نه چې بالکل فارغ کوم خلق وي اؤ هغه دَ شريعت پهٔ کارونو کښې چې کوم مزاحمت کوي نو دَ هغوئي دَ داسې حرکتونو اصلاح ضروري شي۔دغې ته پهٔ عقل غير ضروري انحصار وئيلے شي۔دَدې تدارک د حج پهٔ ذريعه کولے شي۔
دَ الله تعالیٰ محبت سره سره دَ الله تعالیٰ دَ محبوبانو دَ محبت هم حکم دے ۔ لکه څنګه چې حضور ﷺ ارشاد فرمائلي دي چې پهٔ تاسو کښې دَ چا ايمان تر هغې کامليدے نهٔ شي تر څو چې ما دَ خپل اولادنه ،دَ والدينو نه،بلکې دَ ټولو خلقو نه زيات محبوب ؤنهٔ ګڼي۔ اؤ حضرت عمر ؓ ته ئې فرمائيلي وو تر څو چې ما دَ خپل ځان نه هم زيات محبوب ونهٔ ګڼې تر هغې ستاسو ايمان کامليدے نهٔ شي۔پس مونږ ته دَ هغو طريقو ضرورت هم کيدے شي چې پهٔ هغو دَ الله تعالیٰ دَ محبو بانو محبت نصيب شي۔ پهٔ دغه طريقو کښې نعت اؤ منقبت ته اوچت مقام حاصل دے۔پهٔ دې کتاب کښې کهٔ يو طرف دَ حج د سفر نامې اؤ دَ حمد باري تعالیٰ دَ الله تعالیٰ محبت پهٔ زړۂ کښې دَ پيدا کولو کوشش شوے دے نو بل طرف ته نعت شريف پهٔ ذريعه دَ حضور ﷺ دَ محبت دَ پيدا کولو کوشش هم شوے دے۔چرته چرته چې دَ نفس دَ اصلاح څهٔ صورتونه مخې ته راغلي دي دَ هغو نه هم کار اخستے شوے دے۔يعني دَ نفس اصلاح چې پهٔ خپله دَ حبِ الهٰي يو سفر دے ، هغه هم خاص طور باندې شامل کړے شوے دے۔نو دا کتاب ان شاء الله يوه شاهراه ده چې پهٔ دې باندې سفر سره بنده خپل مطلوب محبت ته رسيدے شي۔دَدې پهٔ وجه دَدې نوم دَ الله پهٔ توکل دَ مينې شاهراه کيدو۔دَالله تعالیٰ نه غواړو چې دا کتاب اسم بامسمیٰ شي۔آمين۔
پهٔ دې کښې چونکې دَ مثنوي پهٔ طرز سفر نامه ليکلي شوي ده نو دَدې پهٔ مينځ کښې چې دَ غزل اؤ نظم پهٔ صورت کښې حمد يا نعتيه کلام راغلے دے نو دا دواړه د يو بل نه بيلولو دَ پاره د مثنوي صفحې ښي اؤ ګس طرف ته ترتيب وار ې ليکلي شوي دي اؤ غزلونه اؤ نظمونه دَ صفحو پهٔ مينځ کښې۔ وړومبے زمونږ دا اراده وه چې دې دَ پاره جدا جدا رنګ استعمال کړو خو پهٔ دې خرچ زيات راتلو چې دَ هغې پهٔ وجه دَ طالبينو پهٔ جيب دَ زيات خرچ راتلو امکان ؤ نو دا فيصله مو بدله کړه الله تعالیٰ دې زمونږ دا کوشش قبول کړي اؤ کوم مقصد د پاره چې دا هر څهٔ کيږي هغه مقصد دې الله تعالیٰ به درجه اتم پوره کړي۔ دَدې پهٔ ابتدا کښې دَ حج عاشقانه طريقې باندې دَ کولو طريقه ورکړي شوي ده۔
پهٔ دې کال کښې د حج پهٔ دوران کښې چې کوم کلام موزون شوے ؤ هغه مو هم پهٔ آخر کښې ورکړے دے۔دې کښې بعضي کلام هلته پهٔ اردو کښې موزون شوے ؤ خو دلته هغه کيفيات مونږه پهٔ پښتو کښې هم موزون کړلو هغه هم پهٔ دې کښې شامل دي۔
رسم الخط مو پهٔ دې کتاب کښې پهٔ 1990 کښې دَ باړه ګلۍ پهٔ غونډه کښې دَ ټاکلي شوي ترتيب مطابق استعمال کړے دے۔البته چې کومې فيصلې پهٔ دې کښې نهٔ وې شوي هغو کښې مو دَ افغانستان دَ فيصلو نه استفاده کړي ده پهٔ شرط دَ دې چې زمونږ مقامي صوتي اثراتو سره مخالفت نهٔ لري۔
سيد شبير احمد کاکاخيل