دَ حج عاشقانه طريقه


دوه ترتيبه ۔ دوه ترتيبونه دي يو رحماني بل شيطاني۔رحماني ترتيب کښې عقل پهٔ جذباتو قابو ساتي اؤ پهٔ عقل شريعت حاکم وي۔دَدې نه برعکس پهٔ شيطاني ترتيب کښې جذبات عقل متاثر کړي اؤ پهٔ آفاقي تعليماتو کښې يعني شريعت کښې پهٔ تاويلونو سره دَ نفس دَ غلطو خواهشاتو دفاع کوي لکه څنګه چې دَ هر څهٔ نه آزاده غير مسلمه معاشره کښې وي۔ پهٔ دې کښې نفساني خواهشات پهٔ عقل دومره غالب کړے شي چې عقل صرف دَهغو خواهشاتو پوره کالو دَ پاره دَ لارو معلومولو ته وقف شي۔حديث شريف کښې داسې خلقو ته بيوقوف وئيلے شي۔لکه څنګه چې ارشاد مبارک دے۔ الكيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت والعاجز من اتبع نفسه هواها وتمنى على الله، الأماني (ترمذی)۔دَدې مفهوم څهٔ داسې دے چې عقلمند هغه دے کوم چې خپل نفس قابو کړي اؤ دَ آخرت دَ پاره کار ؤکړي اؤ بيوقوف هغه دے کوم چې خپل نفس پهٔ خواهشاتو پوره کولو ؤلګولو اؤ بيا هم دَخدایٔ نه دَ توئې نه بغير دَ مغفرت اميد ساتي۔دَدې نه دا معلومه شوه چې کوم عقل چې دَ جذباتو نه مغلوب شي اؤ دَ شريعت خلاف ورزي وکړي هغه عقل نه بلکې ئې عقلي ده۔دداسې بيوقوفیٔ اصلاح ډېره زياته ضروري ده ځکه چې دا دَ عقل پهٔ جامه کښې ده۔کوم چې شرعي فرائض دي پهٔ هغو کښې دَ نمونځ روح عبديت ، دَ روژې تقویٰ دَ زکوٰة دَ مال محبت کمول اؤ دَ حج روح دغه منفي عقل پهٔ مثبت عقل کښې بدلول دي اؤ د عشق الهٰي حصول دے۔شاعر دَ عقل ايماني اؤ عقل نفساني تجزيه کښې واییٔ۔


چې لهٔ نفس نه اثر اخلي نو دے عقلِ نفساني

لهٔ ايمان چې منور شي نو شي عقلِ ايماني


نفساني عقل محدود به څهٔ شي پوې ايماني باندې

هر يو کار دَ هغهٔ دۂ ته دے باعثِ حيراني


ايماني عقل تعلق دَ زړۂ سره لري نو ځکه

پکار دۂ ته هميشه وي چې کوم زړۂ وي نوراني


چې دَ نفس تقاضې کومې ئې مهاره دي دَ هغو

دباؤل پکار دي ، دې کښې شي حاصله آساني


بيا پهٔ عقل به دَ نفس څهٔ غلبه نهٔ وي پهٔ هيڅ کار کښې

پاتې نهٔ به شي پهٔ عقل بيا دَ نفس حکمراني


مطمٔن نفس زړۂ سليم ،ايماني عقل سره بيا

شي نصيب پهٔ زمکه باندې خلافت اؤ سلطاني


خدایٔ راضي عقبیٰ محفوظه دَ جنت لاره هم سمه

ايماني عقل شبيره دے يو تخت سليماني


دَدې برني تمهيد نه پس دَدې وضاحت ضروري دے چې الله تعالیٰ انسان دَ خپل ځان دَ پاره پيدا کړے دے اؤ نور مخلوق ئې دَ انسان دَ پاره۔ اؤ دَ انسان پهٔ جسم کښې زړۂ بادشاه دے، دَدې پهٔ وجه چې دَ انسان دَ جسم بادشاه کله دَ مالک الملک اؤ حقيقي شهنشاه خادم شي نو دا ټول جسم به دَ حقيقي بادشاه تابع شي يعني پهٔ شريعت باندې به پهٔ صحيح معنو کښې روان شي ګني نو بيا به پوره جسم کښې فساد راشي اؤ دَ جسم ټول اعضاء به دَ شريعت مخالف روان وي۔ لکه څنګه چې پهٔ حديث شريف کښې دا ارشاد مبارک دے۔

ألا وإنَّ في الجَسَدِ مُضْغَةً إذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الجَسَدُ كُلُّهُ، وَإذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الجَسَدُ كُلُّهُ ألا وَهِي القَلْبُ ﴿رواہ البخاری﴾۔

دَدې مفهوم دادے چې تاسو آګاه شیٔ چې بيشکه پهٔ دې جسم کښې دَ غوښې يوه ټوکړه ده کهٔ هغه ټيک وي نو ټول جسم به ټيک وي اؤ کهٔ هغه خرابه وي نو ټول جسم به خراب شي۔آګاه شیٔ دا ټکړه زړۂ دے۔

پهٔ قرآن پاک کښې دَ داسې خلقو تذکرې موجودې دي چې دَ چا پهٔ زړۂ کښې چې دَ الله تعالیٰ مينه موجزنه وه۔ پهٔ دې وجه چې کله هغویٔ پهٔ مختلفو موقعو وزمائيلے شو نو هغوی دَ خپلو نفسونو دَ خواهش خلاف دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم لبيک ووې اؤ ابدي کاميابي ئې حاصله کړه۔ پهٔ دې کښې دَ بعضو نازؤلو قربانيانې نهٔ صرف چې الله تعالیٰ قبولې وفرمائلې بلکې هغه ئې دَ راتلونکو نسلونو دَ پاره نمونې وګرځولې۔دغه شان دَدوئ کړي کارونه دَ حج پهٔ موقع باندې کولے شي ۔چې خلقو ته پته ولګي چې دَ الله تعالیٰ محبوبانو دَ الله پهٔ محبت کښې څنګه خپل ځانونه اؤ هر څهٔ قربان کړل۔دَ آدم عليه السلام پهٔ عرفات کښې دَ حوا بي بي سره ملاقات، دَ هاجرې بي بي دَ خپل ځویٔ پهٔ محبت کښې منډې وهل ، پهٔ منیٰ کښې دَ اسمٰعيل عليه السلام قربان کولو دَ پاره بوتلل اؤ کله چې شيطان غلطولو نودَ هغهٔ هغه پهٔ کاڼيو ويشتل۔دا ټول کارونه دَ الله دومره خوښ شو چې دَ راتلونکو نسلونو د پاره ئې دَ هر حاجي دَ پاره داواجب وګرځول۔ دا خبره ياد ساتل پکار دي چې څوک دَ الله شي نو بيا دَ هغهٔ محبت دَ الله تعالیٰ محبت شي ۔مثلاً هاجره بي بي ۔پهٔ الله تعالیٰ باندې دَ بهروسې پهٔ وجه قبوله شوي وه نو منډه خو ئې وهله دَ خپل ځویٔ پهٔ مينه کښې ليکن الله تعالیٰ دا دَ خپل محبت پهٔ طور باندې واخسته۔

حج کښې هم دَ دغسې خلقو دَ محبت کارنامې ژوندیٔ کولے شي چې دَدې مثالونو پهٔ وجه دَ حج کولو واله دَ زړونو رخ بدل شي۔دَدې پهٔ وجه پهٔ حج کښې دَ ليونتوب دا کارونه اؤ فدائيت دا دَ حج روح دے۔چې دَ چا پهٔ حج کښې دا روح نهٔ وي نو دَ هغهٔ حج ژوندے نهٔ وي۔بل طرف ته کهٔ دا روح پهٔ حج کښې نهٔ وي نو دَ حج کارونه بيا حاجي دَ پاره ډېر ګران شي ۔اؤ کهٔ داروح پکښې وي نو بيا حاجي دَ پاره دا کارونه نهٔ صرف چې ګران نهٔ وي بلکې پهٔ دې کښې ورته ډېره مزه اؤ کيف محسوسيږي۔دَ محبوب کور ته تلل اسان وي اؤ کهٔ ګران دا دَ عاشق نه تپوس وکړیٔ۔دَدې د پاره دَ حج زده کولو کښې دَدې روح اخستلو ډېر زيات خيال دې وساتلے شي نو صحيح حج به ان شاء الله نصيب شي۔


نهٔ دے حج مګر دَ عشق دي منزلونه

چې الله ته کوم محبوب دي حرکتونه


چې پهٔ کومو مونږه جوړ شو عاشقان

حج کښې مونږ ته دي کول داسې کارونه


چې کوم عقل دې سره متفق نهٔ وي

مونږ هغه به لهٔ خپل ځان لرې کؤونه


ښهٔ ده دا چې مونږ پهٔ هغه کار لګيا شو

چې پهٔ کوم مونږ خپل محبوب خوشحالؤونه


څهٔ کول دي دا به څنګه معلوميږي

پهٔ دې باندي به خپل ځان مونږ خبرؤونه


دَ هغهٔ محبوب چې څهٔ راته ښئيلي

مونږ به ټيک پهٔ ټيک هم هغه خپلؤونه


طريقه دا دَ جنت نيغه ده لار دا

پهٔ دې تلل دي اے شبيره ځه چې ځونه