دَ کور دَ ټولو ذمه دارییٔو نه دَ شريعت مطابق ځانونه فارغ کړیٔ اؤ دِ زړۂ دِ اخلاصه خپل ځان اؤ هر څهٔ الله ته وسپاریٔ۔ پهٔ هغهٔ بهروسه لریٔ اؤ دوه رکعته صلوٰة حاجت نمونځ وکړیٔ اؤ دَ سفر مسنون دعا سره دا مبارک سفر شروع کړیٔ۔
بهروسه باندي ستا، کور نه روانيږم
خپله ربه اوس زهٔ ستا حواله کيږم
پهٔ رګ رګ کښې زما مينه کړې پيوسته
خزانې دَ معرفت وته زېريږم
ګناه ګار يم سياه کار يم خطا کار يم
خو پہ فضل ستا پہ دې لاره ستنيږم
حج مقبول راته نصيب کړې پهٔ آسانه
ګران ئې نهٔ کړې زۂ کمزورے يم ويريږم
غواړم زه چې لهٔ دنيا ځنې هجرت کړم
بچ کړې ما لهٔ دې دنيا ګني غورزيږم
بس پهٔ زړۂ کښې مې يو ته وے دا مې شوق دے
دَ غير نهٔ شمه پهٔ دې باندې ژړيږم
قادر ربه ما عاجز شبير کړې داسې
چې هر وختې پهٔ سنت باندې چليږم
کهٔ کيدے شي نو دا شعرونه ووايَیٔ اؤ بيا لهٔ کور نه روان شیٔ ۔ستاسو دَ حج چې کوم ترتيب هم دے هغه به ئې تاسو ته ښودلے وي اؤ ظاهره ده چې هم هغه شان به کویٔ ليکن خپل زړۂ هر وخت الله تعالیٰ طرف ته متوجه ساتَیٔ ، يوې پر کيفې دعا سره چې اے الله زۂ روان شوے ستا پهٔ طلب کښې يم ليکن پهٔ دې کښې کاميابي خو ستا پهٔ لاس کښې ده ، پس ما خپل حقيقي اؤ ظاهري دواړو کاميابيو ته دَ خپل حبيب صلي الله عليه و سلم پهٔ طفيل ورَسے۔کهٔ تاسو حاجي کيمپ ته روان يَیٔ نو هلته دَ نورو کارونو سره دَ زړۂ فهمائش جاري ساتَیٔ۔
زړګيه ورځه مخکښې پهٔ دې لاره چې ورځې
پهٔ زړۂ کښې خيال ساته ئې څهٔ دَ پاره چې ورځې
سوچ مهٔ کوه پهٔ ټولو تکليفونو چې کوم دي
دَ زړه سره دې عقل هم وسپاره چې ورځې
اؤ کنه دا لاره هم دغه شان ده۔ پهٔ قدم قدم چيکنګ کيږي ليکن دا دَ نفعې سودا ده۔دَ چا دپاره چې دا هر څهٔ دي هغه دا ويني۔هوش قائم ساتل پکار دي اؤ جوش هم۔!
در کفے جام شريعت در کفے سنداں عشق
ہر ہوسناکے نداند جام و سنداں باختن
هر حاجي دَ خپل محبوب ميلمهٔ ګڼل پکار دي۔ کهٔ دَ هغهٔ خدمت څوک نهٔ شي کولے نو تکليف خو ورته نهٔ دي ورکول پکار۔لکه څنګه چې څوک دَ شيخ دَ اولاد ، دَ استاذ دَ اولاد پهٔ غلطيانو سترګې پټیٔ اؤ پهٔ زړۂ ئې نهٔ درنیٔ دغه شان دَ الله تعالیٰ دَدې ميلمنو دَ پاره ولې مونږ پهٔ خپل زړۂ کښې خيرے راولو۔ټول کارونه پهٔ حوصله اؤ پهٔ همت سره کول پکار دي۔انتظاماتو والا دَ محبوب دربانان ګڼل پکار دي اؤ دَدویٔ سپوره ستغه پهٔ روڼ تندي برداشت کول پکار دي۔
حق دے دَ محبوب کهٔ ازميښتل کوي
دوی کهٔ کښېنول کهٔ پاڅول کوي
دَغې دربانانو ۔دَ محبوب باندې
څهٔ دَ زړۂ آداب مونږ ښودل کوي
زۂ يمه کمزورے پهٔ اسانه دې
ما کړي خپل پهٔ دې کهٔ خپلول کوي
شوق نه يم مجبور ګني څهٔ شے يمه
زړۂ مې دَ کرم ورنه غوښتل کوي
بچ مې لهٔ دښمن کړې راسره چې دے
دے پهٔ دهوکه باندې غرقول کوي
زړۂ مې دَ هغهٔ ، ورته زۂ ګورمه
کله دے لهٔ ګوتې هم نيسل کوي
لارہ دَ جانان شبیرہ ونیسه
دا نشاندہی چې دَ منزل کوي
پهٔ ائرپورټ کهٔ ممکنه وي نو بهتره ده کهٔ لامبل نهٔ وي نو اودس دې وکړي اؤ دوه رکعته سنت احرام دې وکړي۔دې نه پس دې يو څادر نه لنګ ووهي اؤ بل څادر دې ځان سره کښيودے شي۔څهٔ وخت چې جهاز يو دوه ګهنټې مزل وکړي نو بيا دې هغه وخت قميص ؤباسي اؤ هغه بل څادر دې ځان نه تاؤ کړي۔دَدې دَ پاره چې کهٔ جهاز ليټ شي يا کينسل شي نو چې دَ احرام پابنديانې هيڅ ئې هيڅه خلق پهٔ ځان نه راولي۔ ځکه چې پهٔ دې کښې بيا دَ دم خطره وي اؤ بيا دا لوئے امتحان جوړ شي۔شيطان پهٔ دغه موقعه بيا دَ خلقو ايمان يا اعمالو ته نقصان رسوئ۔
ضروري دي لهٔ شيطان ځان بچ کول
هم خپل نفس پهٔ طريقه دي چلول
کهٔ لهٔ در ئې اساني مومې شبيره
دا نعمت دے دَدې زر دي خپلول
دَدې فائده به داوي چې کهٔ جهاز ته دَ ختو پهٔ وخت چې ائر هوسټسې اؤ سټيوارډز کومې خوشبودارې توليې دَ مسافرو پهٔ لاس کښې ورکوي نو لهٔ هغې به حفاظت ممکن شي ځکه چې دَ احرام پهٔ حالت خوشبوئی استعمالول منع دي۔
احرام دَ کور نه تړل مستحب اؤ دَ دم نه ځان بچ کول واجب دي ۔کهٔ پهٔ مستحبو اؤ واجبو کښې مقابله راشي نو واجب اخستل ضروري ګرځي۔
زۂ لهٔ لرې دَ محبوب کوم ديدار
لهٔ نزدې ئې ادبیٔ يمه هوښيار
بچ کيدل لهٔ ګناه ښه لهٔ مستحب دي
دَ محبوب چې دَ منشاء شم تابعدار
کله چې دوه ګهنټو نه زيات مزل پهٔ جهاز کښې وشي نو کهٔ اودس ئې وي نو دوه رکعته سنت احرام دې پهٔ سيټ باندې پهٔ ناسته وکړي۔ پهٔ نفلو کښې دَدې اجازت شته دے۔
چې ئې خوښ وي کوم يو کار پکار هغه دے
حقيقت کښې پهٔ شيطان ګزار هغه دے
پهٔ سورلۍ نفل پهٔ ناستي چې ثابت دي
نو پهٔ سيټ هم دي جائز چې کار هغه دے
دَ سنت احرام نه پس دَعمرې ، دَ صرف حج يا دَ حج اؤ دَ عمرې نيت تړلے شي، څنګه چه دَ چا اراده وي۔دَدې نه پس کم نه کم يو ځل تلبيه ويئل پکار دي۔
دَ کوم کار پهٔ اراده يمه روان
قابل نه يم خو دے فضل دَ سبحان
لبيک خولهٔ باندې پهٔ زړۂ کښې مې هغه دے
ګنهګار يمه هغه دے مهربان
پهٔ دې لار کښې زۂ ترې غواړمه بخښنه
زما نيت دې کړي قبول اؤ کار اسان
الله لوې دے اؤ دا کار هم ډېر عظيم دے
چرته نهٔ شم ئې ادبه پهٔ څهٔ شان
زړۂ کښې شوق لرم پهٔ ژبه دَ ستا نوم
شبير واییٔ کړې نصيب راته امان
دَدې نه پس دَ لبيک پهٔ ذريعه دَ محبوب پهٔ دربار کښې مسلسل حاضري لګول پکار دي۔آيا دَ يار پهٔ کوڅه کښې پهٔ اواز لګولو څوک ستړے کيږي۔نو مونږه دا غواړو چې مونږ دې قبول شو اؤ دَدې دروازه محبوب صرف يوه ښئلي ده اؤ هغه دَ محبوب دَ محبوب محبوبه طريقه ده۔ دَدې دَ پاره به هر کار دَ محبوب پهٔ طريقه کول پکار دي۔
(1)۔څلورو وقفو سره تلبيه ويئل ۔
لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ ، إِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالمُلْكَ ، لا شَرِيكَ لَكَ1
دا ترتيب دې درې ځله تېر کړے شي ۔دې نه پس يو ځل درود شريف اؤ دَ دې نه پس دې بيا دعا وغواړي ۔کهٔ دا لاندينۍ دعا چاته ياده وي نو دادې ووايیٔ ځکه چې دا مسنونه دعا ده۔
اللّٰھم انی اسئلک رضاک و الجنۃ و نعوذ بک من غضبک و النار۔
حاجيان صاحبان چې دا پهٔ جمع باندې تلبيه واییٔ دا مسنونه طريقه نهٔ ده۔ تلبيه انفرادي وئيل پکار دي۔البته تعليم د پاره پهٔ جمه وئيل هم ټيک دي۔
ولیسن الوقف فی المواقع۔اربعہ۔ معارف السنن ج ۶ ص ۳۰ ایچ ایم سعید