پهٔ ملتزم شريف حاضري اؤ دعا



دَ زمزم اوبه چې وڅښلے شي نو کهٔ ممکنه وي نو ملتزم شريف باندې حاضري پکار ده۔دَ حجر اسود اؤ دَ خانه کعبې دَ دروازې پهٔ مينځ کښې چې کوم ځائے دے ، هغې ته ملتزم شريف ويئلے شي۔ پهٔ دې هم خوشبوئی لګيدلي وي نو ورته پهٔ داسې طريقه بنده نزدې ورتلے شي چې خوشبوئې پهٔ جسم ونهٔ لګي البته کهٔ څوک پهٔ احرام کښې نهٔ وي نو بيا خو دې ورسره غاړه ملاؤ کړي پهٔ شرط ددې چې چا ته تکليف ونهٔ رسیٔ۔ نو ملتزم شريف ته مخ کول اؤ دعا کول پکار دي۔دا دَعاګانو دَ قبوليت خاص ځائے دے۔ دلته دعا ګانې کول پکار دي اؤ کهٔ زهٔ عاجز چا ياد کړم نو ډېره مهرباني به وي چې د دعاګانو ډېر محتاج يم۔


دعاغواړه پهٔ دې ځائے دعا قبليږي

ملتزم دے مرادونه حاصليږي


دَ رحمت پهٔ سمندر کښې زړۂ ور ډوب کړه

واخله واخله رحمتونه نازليږي


پهٔ اياک نعبدُ باندې مشغول یٔی

ستا اياک نستعين څنګه هېريږي


اهدنا الصراط المستقيم هم وايه

لاره نيغه پهٔ اسانه ملاويږي


دَ انعمتَ عليهم لار پهٔ زړۂ غواړه

دَ الله پهٔ فضل دلته نصيب کيږي


دَ مغضوب عليهم اؤ دَ ضآلين لار

نه پناه غواړه شبيره وخت تېريږي