کهٔ روژه نهٔ وي نو دَ زمزم اوبه څښلو اؤ پهٔ ملتزم شريف حاضریٔ کښې اختيار دے چې کوم اول څوک کوي اؤ کوم وروستو۔ نن سبا چونکې دَ زمزم کوهي ته رسيدل ممکن نهٔ دي نو حرم کښې چې کوم ځائے نه دَ زمزم اوبه څښل څوک غواړي نو څښلے شي ۔دَدې معجزاتي اوبو نه ښهٔ لطف اخستل پکار دي۔ولې نه؟ دا دَ الله تعالیٰ ميلمستيا ده۔ دَدې اوبو يوې يوې قطرې ته پهٔ خپل وطن کښې خلق ترسکيږي اؤ دلته ما شاء الله دومره وافرې دي نو ښه پهٔ مړه خيټه ئې څښل پکار دي۔ دَ زمزم دَ اوبو دَ څښلو دعا داده
”اللّٰھمَّ اِنِّی اَسئَلُکَ عِلمًا نَافِعًا، وَ رِزقًا وَاسِعًا، وَ شِفَاءًمِن کُلِّ داء“
اے الله! تانه سوال دَ هغه علم چې نفع رسوي ، دَ وسيع رزق اؤ دَ هر تکليف نه دَ شفاء ۔
دَ زمزم اوبه جدا دي داخو ډېرې څښلے کيږي
دَ ايمان دا علامت دے کهٔ پهٔ دې څوک نهٔ مړيږي
کوم جائز مقصد دَپاره چې ئې څښل غواړې دا ؤڅښه
چې يقين دَ چا راسخ وي نو مقصد پرې حاصليږي
خدايه ما ته شفا راکړې هر مرض نهٔ چې زه جوړ شم
هم لهٔ تندې نه دَ حشر چې مې زړۂ ترينه ويريږي
اے الله امان تهٔ ورکړې خپل ديدار ورته نصيب کړې
د شبير دَ غم نه ډکې سترګې مخ باندې بهيږي